﻿<?xml version="1.0" encoding="UTF-8"?>
<bible translation="Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)" status="Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows: Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto, Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society. Used by permission. All rights reserved." link="https://www.bible.com/bible/2510/MRK.2.PYPB">
	<testament name="Old">
		<book number="1">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">په شروع کښې چې کله خُدائ پاک ټول کائنات پېدا کړو،</verse>
				<verse number="2">زمکه خالى وه او هيڅ په کښې نۀ وُو. سمندر هر څۀ ګېر کړى وُو. او هر څيز په توره تيارۀ کښې پټ وو او د خُدائ پاک روح په اوبو حرکت کولو.</verse>
				<verse number="3">بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”رڼا دې شى،“ نو رڼا شوه.</verse>
				<verse number="4">خُدائ پاک په دې ليدو خوشحاله وو. بيا هغۀ رڼا د تيارې نه جدا کړه،</verse>
				<verse number="5">او په رڼا يې ”ورځ“ نوم کېښودو او په تيارۀ يې ”شپه.“ شپه تېره شوه او سحر شو. دا وړومبۍ ورځ وه.</verse>
				<verse number="6">بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”د پاسنو او لاندينو اوبو تر مينځه دې فضا جوړه شى.“</verse>
				<verse number="7">نو هم داسې وشول. نو خُدائ پاک فضا جوړه کړه چې لاندې اوبۀ د پاس اوبو نه جدا وى.</verse>
				<verse number="8">هغۀ په دې چت ”آسمان“ نوم کېښودو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا دوېمه ورځ وه.</verse>
				<verse number="9">بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”د آسمان لاندې اوبۀ دې په يو ځائ راغونډې شى، نو اوچه به راښکاره شى.“ نو هم داسې وشول.</verse>
				<verse number="10">هغۀ په اوچه ”زمکه“ نوم کېښودو او په يو ځائ راغونډو شوو اوبو يې ”سمندر“ نوم کېښودو. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.</verse>
				<verse number="11">بيا هغۀ حُکم وکړو، ”زمکه دې هر قِسم بوټى رازرغون کړى، هغه ټول بوټى چې غله او مېوه به کوى.“ نو هم داسې وشول.</verse>
				<verse number="12">نو زمکې هغه هر قِسم بوټى زرغون کړل کوم چې غله او مېوه کوى او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.</verse>
				<verse number="13">شپه تېره شوه او سحر شو. دا درېمه ورځ وه.</verse>
				<verse number="14">بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”ځلېدونکى څيزونه دې په آسمان کښې راښکاره شى چې ورځ د شپې نه جدا کړى او چې د ورځو، مياشتو او د کالونو دپاره نښې شى،</verse>
				<verse number="15">دا به په آسمان کښې زمکې ته ځليږى.“ نو هم داسې وشول.</verse>
				<verse number="16">نو خُدائ پاک هغه دوه غټ ځلېدونکى څيزونه جوړ کړل، نمر به د ورځې ځليږى او سپوږمۍ به د شپې ځليږى، هغۀ ستورى هم پېدا کړل.</verse>
				<verse number="17">هغۀ دا ځلېدونکى څيزونه په آسمان کښې مقرر کړل چې زمکې له رڼا ورکوى،</verse>
				<verse number="18">چې په ورځ او شپه باندې اختيار ولرى او رڼا د تيارې نه جدا کړى. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.</verse>
				<verse number="19">شپه تېره شوه او سحر شو. دا څلورمه ورځ وه.</verse>
				<verse number="20">بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”سمندر دې د ډېر قِسم ساه اخستونکى څيزونو نه ډک شى او هوا دې د مارغانو نه ډکه شى.“</verse>
				<verse number="21">نو خُدائ پاک غټې سمندرى بلاګانې پېدا کړې، هر قِسم ساه لرونکى څيزونه چې په اوبو کښې اوسيږى او هر قِسم مارغان يې پېدا کړل. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.</verse>
				<verse number="22">او خُدائ پاک برکت ورکړو او د اوبو مخلوق ته يې وفرمائيل چې، ”ډېر شئ او سمندر ډک کړئ،“ او مارغانو ته يې وفرمائيل چې، ”زيات شئ.“</verse>
				<verse number="23">شپه تېره شوه او سحر شو. دا پينځمه ورځ وه.</verse>
				<verse number="24">بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”زمکه دې هر قِسم څاروى او ځنګلى، واړۀ او غټ ځناور پېدا کړى.“ نو هم داسې وشول.</verse>
				<verse number="25">نو خُدائ پاک دا ټول ځناور، څاروې او خزنده پېدا کړل او هغه د دې په ليدو خوشحاله وو.</verse>
				<verse number="26">بيا خُدائ پاک وفرمائيل، ”اوس به مونږ انسان د خپل صورت په شان جوړ کړُو چې زمونږ په شان شى. هغوئ به په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو، څاروو او ځنګلى، وړو او غټو ځناورو باندې اختيار لرى.“</verse>
				<verse number="27">نو خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړل او د خپل صورت په شان يې جوړ کړل. هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل،</verse>
				<verse number="28">برکت يې ورکړو او وې فرمائيل، ”ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى او زمکه به د هغوئ په لاس کښې وى. زۀ تاسو له په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو باندې اختيار درکوم.</verse>
				<verse number="29">ما تاسو له د خوراک دپاره هر قِسم غله او هر قِسم مېوې پېدا کړې دى،</verse>
				<verse number="30">خو ټولو ځنګلى ځناورو او ټولو مارغانو له ما د خوراک دپاره واښۀ او شنۀ بوټى پېدا کړى دى.“ نو هم داسې وشول.</verse>
				<verse number="31">خُدائ پاک دا ټول څيزونه وکتل او هغه ډېر خوشحاله وو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا شپږمه ورځ وه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">نو داسې د ټول کائنات جوړېدل پوره شُو.</verse>
				<verse number="2">خُدائ پاک خپل ټول کارونه پوره کړل او په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل.</verse>
				<verse number="3">هغۀ اوومې ورځې له برکت ورکړو او مقدسه يې وګرځوله، ځکه چې هغۀ په اوومه ورځ پېدايښت پوره کړو او څۀ يې ونۀ کړل.</verse>
				<verse number="4">او داسې ټول کائنات پېدا شول. کله چې مالِک خُدائ، خُدائ پاک ټول کائنات جوړ کړل،</verse>
				<verse number="5">په زمکه هيڅ قِسم بوټے نۀ وو او هيڅ تخم زرغون شوے نۀ وو، ځکه چې هغۀ باران نۀ وو ورولے او د زمکې د کروندې هم څوک نۀ وُو.</verse>
				<verse number="6">خو اوبۀ به د زمکې نه راوتلې او زمکه به يې اوبۀ کوله.</verse>
				<verse number="7">بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندے نفس جوړ شو.</verse>
				<verse number="8">بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په عدن کښې يو باغ وکَرلو او هغه پېدا کړے آدم يې په کښې مقرر کړو.</verse>
				<verse number="9">هغۀ هلته هر قِسم ښائسته او مېوه‌دارې ونې راشنې کړلې. هغۀ د باغ په مينځ کښې ژوند ورکوونکى ونه او د ښۀ او بد پوهه ورکوونکى ونه ولګوله.</verse>
				<verse number="10">په عدن کښې يو درياب به باغ اوبۀ کولو، د عدن بل طرف ته دا په څلورو سيندونو کښې تقسيم شوے وو.</verse>
				<verse number="11">د وړومبى سيند نوم فيسون دے، دا د حويلۍ ټول مُلک نه تېريږى.</verse>
				<verse number="12">سوچه سرۀ زر، خوشبودار عطر او اونيکس کاڼى دلته ملاويږى.</verse>
				<verse number="13">د دوېم سيند نوم جيحون دے، دا د کوش ټول مُلک نه تېريږى،</verse>
				<verse number="14">درېم سيند دجله دے، چې د اسور نمرخاتۀ طرف نه تېريږى او څلورم د فرات سيند دے.</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم په باغ عدن کښې مقرر کړو چې په باغ کښې کَرل رېبل کوى او ساتنه يې کوى.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغۀ ته حُکم وکړو، ”تۀ د باغ د هرې ونې مېوه خوړے شې،</verse>
				<verse number="17">خو د هغې ونې نه بغېر کومه چې د ښۀ او بد د پېژندګلو پوهه ورکوى. چې هيڅکله د هغې ونې مېوه ونۀ خورې، کۀ تا وخوړه، نو په هغه ورځ به مړ شې.“</verse>
				<verse number="18">بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”د آدم دپاره يواځې اوسېدل ښۀ نۀ دى. زۀ به د هغۀ دپاره يوه ښۀ ملګرې جوړه کړم چې د هغۀ مدد به کوى.“</verse>
				<verse number="19">نو هغۀ د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او ټول ځناور او مارغان يې ترې نه جوړ کړل. هغه يې بيا آدم له راوستل چې وګورى چې څۀ نومونه ورباندې ږدى، او آدم چې په هر ژوندى څيز څۀ نوم کېښودو نو هم هغه يې نوم شو.</verse>
				<verse number="20">نو آدم په ټولو مارغانو او ځناورو نومونه کېښودل، خو د آدم دپاره يوه ښۀ ملګرې نۀ وه پېدا شوې چې د هغۀ مدد وکړى.</verse>
				<verse number="21">بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په آدم دروند خوب راوستلو او چې آدم اودۀ شو، نو هغۀ د آدم نه يوه پوښتۍ راوويسته او هغه ځائ يې ورله په غوښه ډک کړو.</verse>
				<verse number="22">بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د آدم د پوښتۍ نه يوه ښځه پېدا کړه او هغۀ له يې راوستله.</verse>
				<verse number="23">نو آدم وفرمائيل، ”واه، دا هم زما په شان ده. او زما په شان بدن دے. د دې نوم ”ښځه“ دے، ځکه چې دا د بنى آدم نه راويستلے شوې ده.“</verse>
				<verse number="24">په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى.</verse>
				<verse number="25">سړے او ښځه دواړه بربنډ وُو، خو د يو بل نه يې پړده نۀ کوله.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">مالِک خُدائ، خُدائ پاک چې څومره ځناور پېدا کړى وُو مار په کښې د ټولو نه چالاک وو. مار د ښځې نه تپوس وکړو، ”دا رښتيا دى څۀ چې تاسو ته خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د باغ د هرې يوې ونې مېوه مۀ خورئ؟“</verse>
				<verse number="2">ښځې جواب ورکړو، ”مونږ ته په باغ کښې د هرې ونې نه د مېوې خوړلو اجازت شته،</verse>
				<verse number="3">خو د هغه ونې د مېوې نه بغېر چې د باغ په مينځ کښې ده. خُدائ پاک مونږ ته فرمائيلى دى چې د هغې ونې مېوه ونۀ خورئ او نه لاس وروړئ، کۀ داسې مو وکړل نو مړۀ به شئ.“</verse>
				<verse number="4">مار جواب ورکړو، ”تاسو به يقيناً نۀ مرئ.</verse>
				<verse number="5">خُدائ پاک دا ځکه فرمائيلى دى، چې هغۀ ته پته ده کۀ تاسو د دې مېوه وخوړه نو ستاسو سترګې به وغړيږى، د خُدائ پاک په شان به شئ او په ښۀ او بد به پوهه شئ.“</verse>
				<verse number="6">چې ښځې ونه وليده نو په زړۀ کښې يې راغلل چې دا ونه دومره ښُکلې ده، مېوه به يې څومره خوَږه وى او څومره مزه به وکړى چې هوښيار شُو. نو لږه مېوه يې ترې وشوکوله او وې خوړله. بيا يې لږه ترې نه خاوند له هم ورکړه ځکه چې هغه ورسره وو او هغۀ هم وخوړه.</verse>
				<verse number="7">چې دا يې څنګه وخوړه، نو د دوئ سترګې وغړېدلې او پته ورته ولګېده چې دوئ خو بربنډ دى، نو دوئ د اينځر پاڼې وګنډلې او ځانونه يې پرې پټ کړل.</verse>
				<verse number="8">د ماښامى په نرۍ نرۍ هوا کښې دوئ د مالِک خُدائ، خُدائ پاک د راتلو آواز واورېدو، نو دوئ په ونو کښې پټ شول.</verse>
				<verse number="9">خو مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم له آواز ورکړو، ”تۀ چرته يې؟“</verse>
				<verse number="10">هغۀ ورته وفرمائيل، ”ما په باغ کښې ستا د راتلو آواز واورېدو، نو زۀ ويرېدم او ستا نه پټ شوم، ځکه چې بربنډ وم.“</verse>
				<verse number="11">نو خُدائ پاک ترې تپوس وکړو، ”تا ته چا ووئيل چې تۀ بربنډ يې؟ تا هغه مېوه وخوړه څۀ چې د کومې نه ما منع کړے وې؟“</verse>
				<verse number="12">آدم جواب ورکړو، ”کومه ښځه چې تا زما سره کړې ده هغې ما له هغه مېوه راکړه، نو ما وخوړه.“</verse>
				<verse number="13">نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک د ښځې نه تپوس وکړو، ”تا ولې داسې وکړل؟“ هغې ورته وفرمائيل، ”زۀ خو مار دوکه کړم او ما وخوړله.“</verse>
				<verse number="14">بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک مار ته وفرمائيل، ”د دې کار په وجه به ستا دا سزا وى، په ټولو ځناورو کښې به صِرف تۀ لعنتى شې. د اوس نه به په خېټه تلل کوې او چې ترڅو ژوندے يې خاورې به خورې.</verse>
				<verse number="15">زۀ به ستا او د ښځې په مينځ کښې دشمنى پېدا کړم، د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“</verse>
				<verse number="16">او هغۀ ښځې ته وفرمائيل، ”زۀ به ستا د اُميدوارۍ تکليف او د ماشوم د زېږېدو درد زيات کړم. خو د دې باوجود، ستا شوق به خپل خاوند ته وى او هغه به په تا اختيار لرى.“</verse>
				<verse number="17">او هغۀ آدم ته وفرمائيل، ”تا د ښځې خبره ومنله او هغه مېوه دې وخوړه چې د کومې نه ما منع کړے وې. ستا د عمل په وجه زمکه لعنتى شوه. د خپل خوراک دپاره به تۀ ټول عُمر په دې زمکه سخته خوارى کوې.</verse>
				<verse number="18">دا به ازغى او مرکونډۍ زرغونوى او تۀ به ځنګلى بوټى خورې.</verse>
				<verse number="19">د سخت محنت او د تندى په خولو به خپله روټۍ ګټئ. تاسو د خاورو نه جوړ يئ او بيا به خاورې شئ.“</verse>
				<verse number="20">آدم په خپله ښځه حوا نوم کېښودو، ځکه چې هغه د ټولو بنيادمو مور وه.</verse>
				<verse number="21">نو مالِک خُدائ د آدم او د هغۀ د ښځې دپاره د ځناورو د څرمنې نه جامې جوړې کړې او ور وايې غوستې.</verse>
				<verse number="22">بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”بنى آدم زمونږ په شان شوے دے او اوس د ښۀ او بد پوهه لرى. داسې ونۀ شى چې هغه خپل لاس اوږد نۀ کړى او د ژوند ورکونکى ونې نه مېوه وخورى، او تل ژوندے پاتې شى.“</verse>
				<verse number="23">نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه د عدن باغ نه وشړلو او د هغه زمکې کَرلو رېبلو ته يې ولېږلو چې د کومې د خاورې نه جوړ وو.</verse>
				<verse number="24">آدم يې بهر کړو او د باغ نمرخاتۀ طرف ته يې د وزرو والا مخلوق او يوه اور لرونکې تُوره ودروله چې هر طرف ته به تاوېده، چې د ژوند د ونې د لارې حِفاظت وکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">بيا آدم د حوا سره څملاستو، نو هغه اُميدواره شوه. او يو زوئ يې وشو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زما مدد وکړو او زما زوئ وشو.“ نو هغې پرې قائِن نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="2">وروستو يې بيا يو بل زوئ، هابيل وشو. هابيل شپون شو، خو قائِن زميدار وو.</verse>
				<verse number="3">څۀ موده پس، قائِن د خپل فصل څۀ حِصه راوړه او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې پېش کړه.</verse>
				<verse number="4">بيا هابيل د خپلو ګډو وړومبے ګډُورے راوستو او حلال يې کړو او د ټولو نه ښۀ اندامونه يې د مالِک خُدائ په حضور کښې پېش کړل. مالِک خُدائ د هابيل نه رضا شو او د هغۀ قربانى يې خوښه شوه،</verse>
				<verse number="5">خو قائِن او د هغۀ قربانى يې نامنظوره کړه. قائِن د غصې نه تک سور شو او تندے يې تريو کړو.</verse>
				<verse number="6">بيا مالِک خُدائ قائِن ته وفرمائيل، ”تۀ ولې دومره غصه يې؟ تا ولې تندے دومره تريو کړے دے؟</verse>
				<verse number="7">کۀ تا ښۀ کړى وے، نو تۀ به مسکے وې، خو تا بد کړى دى، نو ګناه په تا حمله کولو ته تياره ده. دا په تا حُکم چلول غواړى، خو تۀ پرې خامخا غالِب شه.“</verse>
				<verse number="8">بيا قائِن خپل ورور هابيل ته ووئيل، ”ځه چې بهر پټو ته لاړ شُو.“ کله چې دوئ په پټو کښې وُو، قائِن په خپل ورور حمله وکړه او وې وژلو.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ د قائِن نه تپوس وکړو، ”ستا ورور هابيل چرته دے؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته، ولې د ورور خيال ساتل زما کار دے څۀ؟“</verse>
				<verse number="10">بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”دا تا څۀ وکړل، ستا د ورور وينه ما ته د زمکې نه فرياد کوى لکه چې بدل اخستل غواړى.</verse>
				<verse number="11">په تا دې لعنت وى. او د زمکې کَرل رېبل دې په تا نور بند وى ځکه چې تا خپل ورور ووژلو او د هغۀ وينه دې په زمکه باندې توئ کړه.</verse>
				<verse number="12">کله چې تۀ يوې کوې، نو زمکه به هيڅ پېداوار نۀ درکوى، تۀ به بې‌کوره يې او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځې.“</verse>
				<verse number="13">نو قائِن مالِک خُدائ ته ووئيل، ”دا سزا زما د برداشت نه بهر ده.</verse>
				<verse number="14">تۀ ما د زمکې نه وباسې او زۀ به ستا د مخ نه پناه شم، زۀ به بې‌کوره يم او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځم، کۀ څوک مې وګورى نو ما به ووژنى.“</verse>
				<verse number="15">خو مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”داسې نۀ ده، کۀ څوک تا ووژنى، نو اووۀ کسان به په بدل کښې وژلے شى.“ نو مالِک خُدائ په قائِن يوه نښه ولګوله چې خلقو ته پته وى چې څوک يې ګورى نو نۀ به يې وژنى.</verse>
				<verse number="16">نو قائِن د مالِک خُدائ د حضور نه لرې لاړو او د عدن نمرخاتۀ طرف ته په يوه علاقه کښې اوسېدو چې نوم يې ”مسافر“ وو.</verse>
				<verse number="17">قائِن د خپلې ښځې سره څملاستو او يو زوئ يې وشو او حنوک نوم يې پرې کېښودو. بيا قائِن يو ښار جوړ کړو او په دې ښار يې هم ”حنوک“ نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="18">د حنوک نه عيراد پېدا شو، هغه د محويااېل پلار وو، او د محويااېل زوئ متوسااېل پېدا شو، چې هغه د لمک پلار وو.</verse>
				<verse number="19">د لمک دوه ښځې يوه عده او بله ضِله وه.</verse>
				<verse number="20">د عده نه يابل پېدا شو، چې د هغه خلقو پلار وو چې څاروى ساتى او په خېمو کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="21">د هغۀ ورور يوبل وو، هغه د هغو ټولو موسيقارانو پلار وو چې رباب او شپېلۍ غږوى.</verse>
				<verse number="22">د ضِله نه توبل‌قائِن پېدا شو، چې هغۀ به د پيتلو او اوسپنې نه هر قِسم آوزار جوړول. د توبل‌قائِن خور نعمه وه.</verse>
				<verse number="23">لمک خپلو ښځو ته ووئيل، ”عدې او ضِلې، زما خبره واورئ، ما يو زلمے وژلے دے ځکه چې هغۀ زۀ وهلے وم.</verse>
				<verse number="24">کۀ د قائِن د وژلو په بدل کښې اووۀ کسان وژلے شى، نو زما د وژلو په بدل کښې به اووۀ اويا کسان ووژلے شى.“</verse>
				<verse number="25">د آدم او حوا يو بل زوئ وشو. هغې وفرمائيل، ”خُدائ پاک د هابيل په ځائ ما له يو زوئ راکړے دے، هغه هابيل کوم چې قائِن وژلے وو.“ نو په هغۀ يې شيث نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="26">د شيث يو زوئ وشو چې په هغۀ يې انوش نوم کېښودو. نو د دې نه پس خلقو د مالِک خُدائ نوم په عبادت کښې اخستل شروع کړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">دا د آدم د اولاد نسب‌نامه ده. کله چې خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړو، هغه يې د خپل ځان په شان پېدا کړو.</verse>
				<verse number="2">هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل، بختور يې کړل او ”بنى آدم“ نوم يې پرې کېښودو.</verse>
				<verse number="3">کله چې آدم د يو سل دېرشو کالو وو، نو د هغۀ يو زوئ وشو چې د هغۀ په شان وو او شيث نوم يې پرې کېښودو.</verse>
				<verse number="4">د دې نه پس آدم اتۀ سوه کاله نور ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول</verse>
				<verse number="5">او د نهۀ سوه دېرشو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.</verse>
				<verse number="6">کله چې شيث د يو سل پينځو کالو وو، د هغۀ زوئ انوش پېدا شو،</verse>
				<verse number="7">هغه نور اتۀ سوه اووۀ کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول،</verse>
				<verse number="8">او د نهۀ سوه دولسو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.</verse>
				<verse number="9">کله چې انوش د لس کم سلو کالو وو، د هغۀ زوئ قېنان وشو،</verse>
				<verse number="10">او انوش نور اتۀ سوه پينځلس کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول</verse>
				<verse number="11">او د نهۀ سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.</verse>
				<verse number="12">کله چې قېنان د اوياؤ کالو وو، د هغۀ يو زوئ محلل‌اېل پېدا شو،</verse>
				<verse number="13">او قېنان نور اتۀ سوه څلوېښت کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول</verse>
				<verse number="14">او د نهۀ سوه لسو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.</verse>
				<verse number="15">محلل‌اېل د پينځو شپېتو کالو وو، چې د هغۀ زوئ يارد پېدا شو،</verse>
				<verse number="16">او هغه نور اتۀ سوه او دېرش کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول</verse>
				<verse number="17">او د پينځۀ کم نهۀ سوو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.</verse>
				<verse number="18">چې کله يارد د يو سل دوه شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ حنوک وشو،</verse>
				<verse number="19">او بيا نور اتۀ سوه کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول</verse>
				<verse number="20">او د نهۀ سوه دوه شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.</verse>
				<verse number="21">کله چې حنوک د پينځو شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ مِتهوشله پېدا شو.</verse>
				<verse number="22">د دې نه پس، حنوک درې سوه کاله د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.</verse>
				<verse number="23">د هغۀ ټول عُمر درې سوه پينځۀ شپېتۀ کاله وو.</verse>
				<verse number="24">حنوک خپل ژوند د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې تېر کړو او د هغې نه پس خلقو ونۀ ليدو، ځکه چې هغه خُدائ پاک خپل ځان ته پورته اوچت کړو.</verse>
				<verse number="25">کله چې مِتهوشله د يو سل اووۀ اتيا کالو وو، د هغۀ زوئ لمک پېدا شو،</verse>
				<verse number="26">او هغه نور اووۀ سوه او دوه اتيا کاله ژوندے وو، د هغۀ نور بچى هم پېدا شول</verse>
				<verse number="27">او د نهۀ سوه نهۀ شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.</verse>
				<verse number="28">کله چې لمک د يو سل دوه اتيا کالو وو، د هغۀ يو زوئ وشو،</verse>
				<verse number="29">لمک ووئيل، ”دا ماشوم به مونږ له د مالِک خُدائ لعنتى کړے شوې زمکې د سختې خوارۍ نه آرام راکړى.“ نو د هغۀ نوم يې نوح کېښودو.</verse>
				<verse number="30">لمک نور پينځۀ کم شپږ سوه کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول</verse>
				<verse number="31">او د اووۀ سوو اووۀ اوياؤ کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.</verse>
				<verse number="32">د پينځو سوو کالو عُمر نه پس د نوح درې زامن وشول، شيم، حام او يافت د دوئ نومونه وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">کله چې بنى آدم په ټوله دُنيا کښې خوارۀ شول، نو د دوئ لوڼه پېدا کېدې،</verse>
				<verse number="2">نو څۀ آسمانى مخلوق دا ښائسته پېغلې ولېدې، د خوښې پېغلې يې ترې بوتلې او وادۀ يې کړې.</verse>
				<verse number="3">بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به بنى آدم نۀ پرېږدم چې هغوئ دې همېشه دپاره ژوندى وى، دا فانى مخلوق دے. د نن نه پس به دوئ د شپږ شلو کالو نه زيات ژوندى نۀ وى.“</verse>
				<verse number="4">په هغه ورځو کښې او هم داسې وروستو، په زمکه دېوان وُو چې هغوئ د بنيادمو د ښځو او د آسمانى مخلوق بچى وُو. هغوئ د هغه وخت تکړه او مشهور خلق وُو.</verse>
				<verse number="5">چې کله مالِک خُدائ وکتل چې هر يو کس په دُنيا کښې بدعمله وو او هر وخت د دوئ خيالونه بد وُو،</verse>
				<verse number="6">نو هغه په خپلو کړو پښېمانه شو چې دوئ يې پېدا کړل او په زمکه يې آباد کړل. د هغۀ زړۀ مات شو</verse>
				<verse number="7">نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به دا خلق چې ما پېدا کړى دى د زمکې د مخ نه لرې کړم او ورسره ځناور او مارغان هم، ځکه چې زۀ ډېر پښېمانه يم چې ما دوئ پېدا کړل.“</verse>
				<verse number="8">خو مالِک خُدائ د نوح نه رضا وو.</verse>
				<verse number="9">دا د نوح قيصه ده. د هغۀ درې زامن وُو، شيم، حام او يافت. نوح هيڅ غلطى نۀ وه کړې او د خُدائ پاک په ټول مخلوق کښې هغه اېک يو نېک او صادق سړے وو. هغۀ د خُدائ پاک سره ملګرتيا وه،</verse>
				<verse number="10"></verse>
				<verse number="11">خو نور ټول خلق د خُدائ پاک د سيدها لارې نه لرى وُو او هر طرف ته زور او ظلم وو.</verse>
				<verse number="12">خُدائ پاک چې دُنيا وکتله نو د خلقو د بدعملۍ نه ډکه وه، ځکه چې خلق د سيدها لارې نه لرې وُو.</verse>
				<verse number="13">خُدائ پاک نوح ته وفرمائيل، ”ما د ټولو بنيادمو د ختمولو فېصله کړې ده. زۀ به دوئ ټول تباه کړم، ځکه چې دُنيا د دوئ د بدعملۍ نه ډکه ده.</verse>
				<verse number="14">د ځان دپاره د ښۀ لرګى نه يوه لويه کشتۍ جوړه کړه، کوټې په کښې جوړې کړه او دننه او بهر يې په تارکولو لېوه کړه.</verse>
				<verse number="15">دا کشتۍ يو سل پينځۀ څلوېښت ګزه اوږده، څليريشت ګزه پلنه او څوارلس ګزه اوچته جوړه کړه.</verse>
				<verse number="16">کشتۍ له چت هم جوړ کړه او چت يې د سر نه اوولس اِنچې په ترڅ جوړ کړه. دا درې چتيزه جوړه کړه او يو طرف ته دروازه هم په کښې پرېږده.</verse>
				<verse number="17">ګوره، زۀ به يو سېلاب راولم چې په زمکه ټول مخلوق تباه شى. هر ساه لرونکے څيز به مړ شى،</verse>
				<verse number="18">خو زۀ تا سره لوظ کوم، د خپلې ښځې سره کشتۍ ته وخېژه، خپل زامن او د هغوئ ښځې هم وخېژوه.</verse>
				<verse number="19">د هر قِسم ځناورو او مارغانو نه يو نر او يوه ښځه هم کشتۍ ته وخېژوه، چې د دوئ نسل باقى پاتې شى.</verse>
				<verse number="20"></verse>
				<verse number="21">د ځان او دوئ دپاره هر قِسم خوراک راجمع کړه.“</verse>
				<verse number="22">نو نوح هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ نوح ته وفرمائيل، ”د خپل ټول بال بچ سره کشتۍ ته وخېژه، ما ته پته ده چې يواځې تۀ په ټوله دُنيا کښې هغه صادق سړے يې چې ښۀ عمل کوې.</verse>
				<verse number="2">د هر قِسم حلال ځناورو نه اووۀ جوړې واخله، خو د هر قِسم حرام ځناورو نه صِرف يوه يوه جوړه واخله.</verse>
				<verse number="3">او هر قِسم مارغانو نه هم اووۀ جوړې واخله، د دې دپاره چې هر قِسم ځناور او مارغان په مخ د زمکې ژوندى پاتې شى.</verse>
				<verse number="4">د نن نه اووۀ ورځې پس به زۀ باران راولم چې څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې به وريږى، د دې دپاره چې ټول ژوندى د زمکې د مخ نه ورک کړم.“</verse>
				<verse number="5">نو نوح هغه هر څۀ وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="6">نوح د شپږو سوو کالو وو چې په زمکه سېلاب راغلو.</verse>
				<verse number="7">نو په هغه وخت نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ زامن او د هغوئ ښځې کشتۍ ته وختل چې د سېلاب نه ځان بچ کړى.</verse>
				<verse number="8">د هر قسم حلالو او حرامو ځناورو او مارغانو او خزندو نه، جوړه جوړه نر او ښځه</verse>
				<verse number="9">نوح کشتۍ ته وخېژول، لکه چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="10">اووۀ ورځې پس سېلاب راغلو.</verse>
				<verse number="11">چې کله نوح د شپږو سوو کالو وو، نو د دوېمې مياشتې په اوولسمه ورځ د زمکې لاندې د بې‌شمېره چينو خولې راخلاصې شوې او د آسمان ټولې طوفانى دروازې راخلاصې شوې،</verse>
				<verse number="12">او په زمکه څلوېښت ورځې او شپې باران وشو.</verse>
				<verse number="13">هم په هغه ورځ نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ درې زامن، شيم، حام او يافت او د هغوئ ښځې ټول کشتۍ ته وختل.</verse>
				<verse number="14">د دوئ سره هر قِسم څاروى او ځنګلى ځناور، واړۀ او غټ او هر قِسم مارغان هم وُو.</verse>
				<verse number="15">د هر قِسم ژوندى څيزونو جوړې د نوح سره کشتۍ ته وختلې،</verse>
				<verse number="16">چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. بيا مالِک خُدائ په نوح پسې دروازه بنده کړه.</verse>
				<verse number="17">څلوېښت ورځې په زمکه سېلاب وو، اوبۀ ډېرې زياتې شوې او کشتۍ يې اوچته کړه.</verse>
				<verse number="18">اوبۀ زياتې شوې او کشتۍ د اوبو دپاسه ګرځېده.</verse>
				<verse number="19">اوبۀ دومره زياتې شوې چې لوړ لوړ غرونه يې پټ کړل،</verse>
				<verse number="20">اوبۀ دومره وختلې چې تقريباً د غرونو د سرونو نه اتۀ ګزه اوچتې شوې.</verse>
				<verse number="21">په زمکه هر ژوندے څيز مړ شو، ټول مارغان، ځناور او ټول بنى آدم.</verse>
				<verse number="22">په زمکه هر ژوندے مخلوق مړ شو.</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ هر ژوندے څيز د زمکې د مخ نه ورک کړو، بنى آدم، ځناور او مارغان. خو صِرف نوح او هغه ژوندى څيزونه چې د هغۀ سره په کشتۍ کښې وُو ژوندى پاتې شول.</verse>
				<verse number="24">او اوبۀ د يو نيم سل ورځو پورې نۀ کمېدلې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې.</verse>
				<verse number="2">د زمکې لاندې د چينو خولې او د آسمان طوفانى دروازې بند شوې. باران ودرېدو،</verse>
				<verse number="3">او اوبۀ ورو ورو په يو نيم سل ورځو کښې کمې شوې.</verse>
				<verse number="4">د اوومې مياشتې په اوولسمه ورځ کشتۍ د اراراط په علاقه کښې په يو غرۀ ودرېده.</verse>
				<verse number="5">اوبۀ کمېدې او د لسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ د غرونو څُوکې راڅرګندې شوې.</verse>
				<verse number="6">څلوېښت ورځې پس نوح د کشتۍ کړکۍ کولاو کړه</verse>
				<verse number="7">او يو کارغۀ يې والوځولو. هغه واپس رانۀ غلو، خو په هوا کښې تر هغې پورې اخوا دېخوا ګرځېدو چې د زمکې نه اوبۀ اوچې شوې.</verse>
				<verse number="8">په دې دوران کښې، نوح ګوګوشتکه والوځوله چې وګورى چې اوبۀ ختمې دى کۀ نه،</verse>
				<verse number="9">خو اوبو تر اوسه پورې زمکه پټه کړې وه او ګوګوشتکې د پښو لګولو ځائ پېدا نۀ کړو. نو واپس راغله او نوح لاس بهر کړو او ځان سره يې کشتۍ کښې کښېنوله.</verse>
				<verse number="10">د اووۀ ورځو اِنتظار نه پس هغۀ بيا ګوګوشتکه والوځوله.</verse>
				<verse number="11">او په ماښامى کښې هغۀ ته واپس راغله او په مخُوکه کښې يې شنه د زيتُونو پاڼه نيولې وه. نو نوح ته پته ولګېده چې اوبۀ کمې شوې دى.</verse>
				<verse number="12">هغۀ بيا نور اووۀ ورځې اِنتظار وکړو او يو ځل بيا يې ګوګوشتکه والوځوله، خو دا ځل واپس رانۀ غله.</verse>
				<verse number="13">چې کله نوح د شپږو سوو او د يو کال شو، نو د وړومبۍ مياشتې په وړومبۍ ورځ، اوبۀ اوچې شوې. نوح د کشتۍ د چت يوه حِصه کولاو کړه، نظر يې واچولو او چې يې وکتل نو زمکه په اوچېدو وه.</verse>
				<verse number="14">د دوېمې مياشتې په اوويشتمه ورځ زمکه بېخى اوچه وه.</verse>
				<verse number="15">نو خُدائ پاک نوح ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="16">”د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه بهر لاړ شه.</verse>
				<verse number="17">ټول مارغان او ځناور هم د ځان سره کوز کړه، چې نور بچى پېدا کړى او په ټوله زمکه باندې خوارۀ شى.“</verse>
				<verse number="18">نو نوح د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه کوز شُو.</verse>
				<verse number="19">ټول ځناور او مارغان په خپله خپله ډله کښې د کشتۍ نه ووتل.</verse>
				<verse number="20">نوح يوه قربان‌ګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربان‌ګاه کښې يې وسوزول.</verse>
				<verse number="21">د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى.</verse>
				<verse number="22">چې تر کومې پورې دُنيا موجوده وى، کَرل او رېبل به وى، يخنى او ګرمى به وى، اوړے او ژمے به وى، شپه او ورځ به وى د دُنيا تر آخره پورې به وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو له برکت ورکړو او وې فرمائيل، ”آباد شئ او ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="2">ټول ځناور، مارغان، خزنده او کبان به ستاسو نه يريږى، دا ټول ستاسو د اختيار لاندې دى.</verse>
				<verse number="3">اوس دا ټول ځناور تاسو خوړلے شئ او دغه شان شنۀ بوټى هم، دا ټول ستاسو د خوراک دپاره دى.</verse>
				<verse number="4">خو چې په کومه غوښه کښې وينه وى هغه به نۀ خورئ، دا ستاسو دپاره منع ده ځکه چې په وينه کښې ژوندون دے.</verse>
				<verse number="5">کۀ څوک بل کس قتلوى، زۀ به ورسره حِساب کوم. کۀ يو ځناور بنى آدم ووژنى نو سزا به يې مرګ وى.</verse>
				<verse number="6">ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى،</verse>
				<verse number="7">ډېر بچى پېدا کړئ، نو چې ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى.“</verse>
				<verse number="8">خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="9">”ګورئ، اوس زۀ تاسو او ستاسو د اولاد سره دا لوظ کوم،</verse>
				<verse number="10">هم داسې د هر ژوندى څيز، د ټولو مارغانو، ځناورو او هر هغه څيز سره چې ستاسو سره د کشتۍ نه رابهر شوى وُو.</verse>
				<verse number="11">زۀ تاسو سره د دې خبرې لوظ کوم، چې بيا به هيڅکله هم ټول ژوندى مخلوقات په سېلاب نۀ غرقيږى، بيا به په سېلاب دُنيا نۀ تباه کيږى.</verse>
				<verse number="12">دا نښه به نۀ ختمېدونکے لوظ وى کوم چې زۀ ستا او د ټولو ژوندو څيزونو سره کوم،</verse>
				<verse number="13">زۀ به په آسمان کښې د بوډۍ ټال جوړوم. دا به زما د دُنيا سره د لوظ نښه وى.</verse>
				<verse number="14">چې کله هم زۀ په زمکه وريځې راولم او چې د بوډۍ ټال په وريځو کښې راڅرګنديږى،</verse>
				<verse number="15">نو ما ته به خپل لوظ راياديږى چې سېلاب به بيا هيڅکله ټول ژوندى څيزونه نۀ تباه کوى.</verse>
				<verse number="16">چې کله په وريځو کښې د بوډۍ ټال څرګند شى، زۀ به ورته ګورم او هغه نۀ ختمېدونکے لوظ به رايادوم کوم چې ما د زمکې د ټولو ژوندو څيزونو سره کړے دے.</verse>
				<verse number="17">دا زما د هغه لوظ نښه ده کوم چې زۀ د دُنيا د ټولو ژوندو مخلوقاتو سره کوم.“</verse>
				<verse number="18">د نوح زامن چې د کشتۍ نه کوز شول هغوئ شيم، حام او يافت وُو. (حام د کنعان پلار وو.)</verse>
				<verse number="19">په زمکه چې څومره خلق دى دا ټول د نوح د درېو زامنو اولاد دے.</verse>
				<verse number="20">نوح زميدار وو، هغه وړومبے کس وو چې د انګورو باغ يې وکَرلو.</verse>
				<verse number="21">د ميو څښلو نه پس هغه نشه شو او په خپله خېمه کښې بربنډ څملاستو.</verse>
				<verse number="22">چې کله د کنعان پلار حام، خپل پلار داسې وليدو نو هغه بهر لاړو او خپل دوه وروڼه يې خبر کړل.</verse>
				<verse number="23">نو شيم او يافت يو څادر واخستو او د خپلو اوږو شا ته يې ونيولو. او خېمې ته په شا دننه لاړل او خپل پلار يې پټ کړو او مخونه يې اړولى وُو چې پلار بربنډ ونۀ ګورى.</verse>
				<verse number="24">چې کله نوح په خود کښې شو او خبر شو چې د ټولو کشرى زوئ د هغۀ سره څۀ کړى دى،</verse>
				<verse number="25">نو هغۀ وفرمائيل چې، ”په کنعان دې لعنت وى، هغه دې د ټولو وروڼو د نوکرانو غلام شى.</verse>
				<verse number="26">مالِک خُدائ دې شيم بختور کړى، او کنعان دې د هغۀ غلام کړى.</verse>
				<verse number="27">خُدائ پاک دې يافت ډېر تېر کړى، د هغۀ اولاد او د شيم خلق دې د وروڼو په شان کړى، او کنعان دې د هغۀ غلام کړى.“</verse>
				<verse number="28">د سېلاب نه پس نوح نور درې نيم سوه کاله ژوندے وو</verse>
				<verse number="29">او د نهۀ نيم سوو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">دا د نوح د زامنو، د شيم، حام او يافت اولاد دے، چې د سېلاب نه پس د هغوئ زامن پېدا شول.</verse>
				<verse number="2">دا د يافت اولاد دے، جُمر، ماجوج، مادى، ياوان، توبل، مسک او تيراس.</verse>
				<verse number="3">دا د جُمر اولاد دے، اشکناز، ريفت او تُجرمه.</verse>
				<verse number="4">دا د ياوان اولاد دے، اِليسه، ترسيس، قبرص او رهودس.</verse>
				<verse number="5">د دوئ اولاد د سمندر په غاړه او په جزيرو کښې اوسيږى. دا د يافت اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى.</verse>
				<verse number="6">دا د حام اولاد دے، کوش، مِصر، ليبيا او کنعان.</verse>
				<verse number="7">د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق دى. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق دى.</verse>
				<verse number="8">کوش د نمرود پلار وو، نمرود د دُنيا وړومبے طاقتور جنګيالے وو.</verse>
				<verse number="9">د مالِک خُدائ په مدد هغه يو لوئ ښکارى وو، نو ځکه خلق وائى، ”مالِک خُدائ دې د نمرود په شان لوئ ښکارى کړه.“</verse>
				<verse number="10">د هغۀ بادشاهى وړومبے په بابل، ارک او اِکاد وه، دا درې واړه د بابل په مُلک کښې وُو.</verse>
				<verse number="11">د دې مُلک نه هغه اسور ته لاړو او د نينوه، رحوبوت عير، کلح،</verse>
				<verse number="12">او د رسن ښارونه يې جوړ کړل، رسن د نينوه او د لوئ ښار کلح په مينځ کښې دے.</verse>
				<verse number="13">د مِصر اولاد د لودى، عنامى، لهابى، نفتوحى،</verse>
				<verse number="14">فتروسى، کسلوحى او د کريت خلق وُو، چې د هغوئ اولاد فلستيان دى.</verse>
				<verse number="15">د کنعان مشرے زوئ صيدا وو. کنعان د دې قومونو هم پلار وو، حت،</verse>
				<verse number="16">يبوسى، امورى، جرجاسى،</verse>
				<verse number="17">حِوى، عرقى، سينى،</verse>
				<verse number="18">اروادى، صمارى او حماتى. وروستو بيا د کنعانيانو قبيلې خورې شوې.</verse>
				<verse number="19">د کنعانيانو مُلک شمالى طرف صيدا نه جرار ته نزدې، تر غزه پورې ورسېدو او نمرخاتۀ طرف سدوم ته، عموره، ادمه او لَسَع ته، چې ضبوئيم ته نزدې دے.</verse>
				<verse number="20">دا د حام اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى.</verse>
				<verse number="21">ټول عبرانيان د شيم اولاد دے، شيم د يافت مشر ورور دے.</verse>
				<verse number="22">دا د شيم اولاد دے، عيلام، اسور، ارفکسد، لود او آرام.</verse>
				<verse number="23">د آرام اولاد عُوض، حُول، جتر او مس وُو.</verse>
				<verse number="24">ارفکسد د سِلح پلار وو او سِلح د عِبر پلار وو.</verse>
				<verse number="25">د عِبر دوه زامن وُو، د يو نوم فلج چې مطلب يې تقسيم وو، ځکه چې د هغۀ په وخت کښې د دُنيا خلق تقسيم شول. او د بل نوم يُقطان وو.</verse>
				<verse number="26">د يُقطان اولاد د الموداد، سلف، حصارماوت، اِراخ،</verse>
				<verse number="27">هدورام، اُوزال، دِقله،</verse>
				<verse number="28">عوبال، ابى‌مائيل، شيبا،</verse>
				<verse number="29">اوفير، حويله او يوباب. دا ټول د يُقطان اولاد وو.</verse>
				<verse number="30">چې دوئ په کوم مُلک کښې اوسېدل هغه مُلک د ميسا نه سِفار پورې اوږد وو چې نمرخاتۀ طرف ته د غرونو په مُلک کښې دے.</verse>
				<verse number="31">دا د شيم اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى.</verse>
				<verse number="32">دا ټول خلق نسل در نسل، د بېلو بېلو نسب‌نامو په مطابق د نوح اولاد دے. د سېلاب نه پس د دُنيا ټول قومونه د نوح د زامنو اولاد دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">په شروع کښې، د ټولې دُنيا خلقو صِرف يوه ژبه وئيله او د يو بل په خبرو پوهېدل.</verse>
				<verse number="2">چې څنګه دوئ د نمرخاتۀ غاړې نه روان شول، چې چرته دوئ اوسېدل، نو د بابل په مُلک کښې يو هوار مېدان ته راغلل او هلته دېره شول.</verse>
				<verse number="3">دوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ چې خَښتې جوړې کړُو او په اور يې پخې کړُو.“ نو داسې د دوئ سره د آبادۍ دپاره خَښتې او د دې د انښلولو دپاره تارکول وُو.</verse>
				<verse number="4">نو دوئ ووئيل، ”راځئ چې اوس يو ښار او دومره لوئ برج جوړ کړُو چې آسمان ته ورسيږى، نو مونږ به مشهور شُو او په ټوله دُنيا کښې به خوارۀ وارۀ هم نۀ شُو.“</verse>
				<verse number="5">بيا مالِک خُدائ د ښار او هغه برج کتلو له راکوز شو چې بنيادمو جوړ کړے وو،</verse>
				<verse number="6">نو هغۀ وفرمائيل، ”وګورئ، دا ټول يو خلق دى او دوئ هم يوه ژبه وائى، او د دې نه پس چې بيا دوئ څۀ کول هم وغواړى نو کولے به يې شى،</verse>
				<verse number="7">راځئ چې لاندې ورشُو او د دوئ ژبې ګډې وډې کړُو نو د يو بل په خبرو به نۀ پوهيږى.“</verse>
				<verse number="8">نو مالِک خُدائ دوئ په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل او دوئ ښار جوړول پرېښودل.</verse>
				<verse number="9">نو د هغه ښار نوم بابل شو، ځکه چې مالِک خُدائ هلته د خلقو ژبه ګډه وډه کړه او د هغه ځائ نه يې په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل.</verse>
				<verse number="10">دا د شيم اولاد دے. د سېلاب نه دوه کاله پس، چې کله شيم د سلو کالو وو، د هغۀ زوئ ارفکسد پېدا شو.</verse>
				<verse number="11">د دې نه پس، شيم پينځۀ سوه کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.</verse>
				<verse number="12">چې کله ارفکسد د پينځو دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ سِلح پېدا شو،</verse>
				<verse number="13">د دې نه پس، ارفکسد څلور سوه او درې کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.</verse>
				<verse number="14">چې کله سِلح د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ عِبر پېدا شو،</verse>
				<verse number="15">د دې نه پس، سِلح څلور سوه درې کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.</verse>
				<verse number="16">چې کله عِبر د څلور دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ فلج پېدا شو،</verse>
				<verse number="17">د دې نه پس عِبر څلور سوه دېرش کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.</verse>
				<verse number="18">چې کله فلج د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ رعو پېدا شو،</verse>
				<verse number="19">د دې نه پس، فلج دوه سوه نهۀ کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.</verse>
				<verse number="20">چې کله رعو د دوه دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ سروګ پېدا شو،</verse>
				<verse number="21">د دې نه پس، رعو دوه سوه اووۀ کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.</verse>
				<verse number="22">چې کله سروګ د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ نحور پېدا شو،</verse>
				<verse number="23">د دې نه پس، سروګ دوه سوه کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.</verse>
				<verse number="24">چې کله نحور د يو کم دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ تارح پېدا شو،</verse>
				<verse number="25">د دې نه پس، نحور يو سل او نولس کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.</verse>
				<verse number="26">چې تارح د اويا کالو وو د هغې نه پس، د هغۀ زامن ابرام، نحور او حاران پېدا شول.</verse>
				<verse number="27">دا د تارح اولاد دے، چې هغه د ابرام، نحور او حاران پلار وو. حاران د لوط پلار وو،</verse>
				<verse number="28">او حاران په خپل مُلک اُور کښې چې په بابل کښې دے، په حق ورسېدو، خو د هغۀ پلار لا ژوندے وو.</verse>
				<verse number="29">ابرام سارۍ سره وادۀ وکړو او نحور د مِلکاه سره وادۀ وکړو، چې د حاران لور وه، حاران د اِسکه پلار هم وو.</verse>
				<verse number="30">د سارۍ بچى نۀ وُو، ځکه چې هغه شنډه وه.</verse>
				<verse number="31">تارح د خپل زوئ ابرام، د خپل نمسى لوط، چې د حاران زوئ وو، او د خپلې اِنږور سارۍ سره، چې د ابرام ښځه وه، روان شو او په بابل کښې د اُور ښار نه د کنعان مُلک ته لاړل. خو چې حاران ته ورسېدل نو هلته دېره شول.</verse>
				<verse number="32">تارح د دوه سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">په يو وخت کښې مالِک خُدائ ابرام ته وفرمائيل، ”خپل وطن، د پلار کور او خپل خپلوان پرېږده او هغه مُلک ته لاړ شه چې زۀ يې درته ښايم.</verse>
				<verse number="2">زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى.</verse>
				<verse number="3">زۀ به هغوئ له برکت ورکوم چې څوک ستا دپاره برکت غواړى. خو زۀ به په هغوئ لعنت وايم چې څوک په تا لعنت وائى. او ستا په وسيله به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.“</verse>
				<verse number="4">چې کله ابرام د پينځو اوياؤ کالو وو، نو هغه د حاران نه روان شو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ورته فرمائيلى وُو، او لوط هم ورسره لاړو.</verse>
				<verse number="5">ابرام خپله ښځه سارۍ، او خپل ورارۀ لوط هم د ځان سره روان کړل او په حاران کښې چې څومره مال او نوکران يې جمع کړى وُو هغه ټول يې ځان سره کړل او کنعان ته روان شول. چې کله هغوئ کنعان ته ورسېدل،</verse>
				<verse number="6">ابرام په دې مُلک کښې سفر کولو چې شِکم ته نزدې، د موره پاکې ونې زيارت له راغلو. (په هغه وخت کښې کنعانيان لا په دې مُلک کښې اوسېدل.)</verse>
				<verse number="7">نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو.</verse>
				<verse number="8">د دې نه پس، هغۀ د بيت‌ايل ښار نمرخاتۀ طرف ته د غرونو مُلک ته کَډه يوړه او هغۀ په هغه ځائ کښې چې نمرپرېواتۀ طرف ته بيت‌ايل او نمرخاتۀ ته عى دے په مينځ کښې خېمه ولګوله. هلته يې هم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ نوم يې پرې واخستو.</verse>
				<verse number="9">بيا هغۀ جدا جدا ځايونو ته هِجرت کولو چې د کنعان جنوبى حِصې ته راغلو.</verse>
				<verse number="10">او يو ځل په کنعان کښې قحط راغلو او دا د برداشت نه دومره بهر وو چې ابرام مِصر ته هِجرت وکړو، چې هلته دېره شى.</verse>
				<verse number="11">چې کله هغه تقريباً مِصر ته اوړېدو، هغۀ خپلې ښځې سارۍ ته وفرمائيل، ”دا خبره واوره، ما ته پته ده چې تۀ ښائسته يې.</verse>
				<verse number="12">کۀ د مِصر خلق تا وګورى، نو هغوئ به ګُمان وکړى چې تۀ زما ښځه يې، نو هغوئ به ما مړ کړى او تا به ژوندۍ پرېږدى.</verse>
				<verse number="13">هغوئ ته ووايه چې زۀ يې خور يم، نو داسې به ما ته څۀ نۀ وائى او ستا په وجه به زۀ ژوندے پاتې شم.“</verse>
				<verse number="14">چې کله هغوئ مِصر ته واوړېدل، نو مِصريانو هغه وليده چې ډېره ښائسته ښځه وه.</verse>
				<verse number="15">نو د فِرعون درباريانو هغه وليده او فِرعون ته يې ووئيل چې هغه څومره ښائسته وه، نو هغه يې محل ته بوتله.</verse>
				<verse number="16">د هغې په وجه فِرعون د ابرام ښۀ عزت وکړو او هغۀ له يې د ګډو او چېلو رَمې ورکړې. څاروى، خرۀ، اوښان او ښځې او نران خِدمتګاران يې هم ورکړل.</verse>
				<verse number="17">خو فِرعون سارۍ بوتلې وه، نو ځکه مالِک خُدائ په فِرعون او د هغۀ په درباريانو يوه لويه وبا راوسته.</verse>
				<verse number="18">فِرعون ابرام راوغوښتو او تپوس يې ترې وکړو، ”دا تا زما سره څۀ کړى دى؟ تا ولې ما ته ونۀ وئيل چې هغه ستا ښځه ده؟</verse>
				<verse number="19">تا ولې ووئيل چې هغه ستا خور ده او ما درنه بوتله چې ښځه يې کړم؟ خپله ښځه د ځان سره بوځه او په خپله مخه ځه.“</verse>
				<verse number="20">فِرعون نوکرانو ته حُکم وکړو، نو هغوئ ابرام بوتلو او د خپلې ښځې او ټول مال سره يې د هغه مُلک نه بهر کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">ابرام د خپلې ښځې سره او ټول مال سره د مِصر نه د کنعان په طرف صحرا ته لاړو او لوط هم ورسره وو.</verse>
				<verse number="2">ابرام ډېر مالداره سړے وو، د هغۀ څاروى وُو او د سپينو او سرو زرو مالِک هم وو.</verse>
				<verse number="3">او هغۀ جدا جدا ځايونو ته هِجرت کولو او بيت‌ايل ته روان وو. هغه هم هغه ځائ ته ورسېدو چې د بيت‌ايل او عى په مينځ کښې دے چرته چې هغه مخکښې دېره شوے وو</verse>
				<verse number="4">او قربان‌ګاه يې جوړه کړې وه. او د مالِک خُدائ نوم يې پرې اخستے وو.</verse>
				<verse number="5">د لوط سره هم څاروى او رَمې وې، خپل خاندان او نوکران هم ورسره وُو.</verse>
				<verse number="6">خو هلته دومره شنه زمکه نۀ وه چې دوئ دواړه په کښې يو ځائ پاتې شوى وے، ځکه چې د دوئ سره ډېر زيات مال وو.</verse>
				<verse number="7">نو د ابرام او د لوط د شپونکو په مينځ کښې جنګ وشو. (په هغه وخت کښې کنعانيان او فرزيان هم په هغه مُلک کښې اوسېدل.)</verse>
				<verse number="8">نو ابرام لوط ته وفرمائيل، ”خُدائ پاک دې زما او ستا او زمونږ د شپونکو په مينځ کښې لانجه نۀ راولى، ځکه چې مونږ خپلوان يُو.</verse>
				<verse number="9">ولې دا ټوله زمکه ستا په وړاندې نۀ ده؟ زما نه جدا شه. چې چرته دې خوښه وى هم هلته لاړ شه. کۀ تۀ ښى طرف ته ځې نو زۀ به ګس طرف ته ځم، کۀ تۀ ګس طرف ته ځې نو زۀ به ښى طرف ته لاړ شم.“</verse>
				<verse number="10">لوط سترګې واړولې راواړولې او د اُردن ټول هوار مېدان يې وليدو، چې د ضُعر پورې، د مالِک خُدائ د باغ په شان يا د مِصر د مُلک په شان ښې ډېرې اوبۀ يې لرلې. (په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د سدوم او عموره ښارونه لا تباه کړى نۀ وُو.)</verse>
				<verse number="11">نو لوط د ځان دپاره د اُردن ټول هوار مېدان خوښ کړو او نمرخاتۀ طرف ته لاړو. نو داسې دوئ دواړه جدا شول.</verse>
				<verse number="12">ابرام د کنعان په مُلک کښې پاتې شو او لوط په مېدان کښې د ښارونو په مينځ کښې دېره شو او سدوم سره نزدې يې خېمې ولګولې،</verse>
				<verse number="13">چې د هغه ځائ خلق ډېر خراب او ګناهګار وُو او د مالِک خُدائ خلاف وُو.</verse>
				<verse number="14">د لوط د تلو نه پس، مالِک خُدائ ابرام ته وفرمائيل، ”چرته چې تۀ ولاړ يې، د دې ځائ نه هر طرف ته ښۀ په غور سره وګوره.</verse>
				<verse number="15">چې څومره زمکه ستا په نظر راځى، دا زۀ تا او ستا اولاد له همېشه دپاره درکوم.</verse>
				<verse number="16">زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکوم چې هيڅ څوک به يې شمېرلے نۀ شى خو د خاورو د ذرو شمېرل به ترې آسان وى.</verse>
				<verse number="17">پاڅه، روان شه او په ټوله زمکه نظر واچوه، ځکه چې دا ټوله تا له درکوم.“</verse>
				<verse number="18">نو ابرام د دې ځائ نه کَډه واخستله او د ممرې پاکو ونو ته نزدې دېره شو، چې دا په حبرون کښې دے، او هلته يې مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">په هغه وخت کښې، څلورو بادشاهانو، د بابل امرافِل، د الاسر اريوک، د عيلام کِدرلاعُمر او د جوئيم تِدعال،</verse>
				<verse number="2">د پينځو نورو بادشاهانو سره جنګ وکړو چې هغوئ دا دى، د سدوم بَرع، د عموره برشع، د ادمه سِنى‌اب، د ضبوئيم شِميبر او بالع يعنې د ضُعر بادشاه.</verse>
				<verse number="3">دې پينځو بادشاهانو د سِديم په مېدان کښې اتفاق وکړو او لښکر يې جوړ کړو، چرته چې د مالګې درياب دے.</verse>
				<verse number="4">دوئ دولس کاله د کِدرلاعُمر د مشرۍ لاندې وُو، خو په ديارلسم کال هغوئ د هغۀ خِلاف بغاوت وکړو.</verse>
				<verse number="5">يو کال وروستو کِدرلاعُمر او د هغۀ ملګرى د خپلو لښکرو سره راغلل او رفائيم ته يې په عستارات قرنيم کښې، زوزيم ته په حام کښې او ايميم ته د سِوى قِريَتائم په مېدان کښې شکست ورکړو،</verse>
				<verse number="6">او حوريانو ته يې د ادوم په غرونو کښې شکست ورکړو او د صحرا په غاړه د اېل‌فاران پورې ورپسې روان وُو.</verse>
				<verse number="7">بيا دوئ ترې راوګرځېدل او قادِس ته واپس راغلل (چې بيا په عين مِصفات مشهور شو). دوئ د عماليقيانو ټول مُلک ونيوو او اموريانو له يې شکست ورکړو چې په حصيصون تامار کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="8">د سدوم، عموره، ادمه، ضبوئيم او د بالع بادشاهان د قلعو نه راووتل او خپلې لښکرې يې د جنګ دپاره تيارې کړې او د سِديم په مېدان کښې يې جنګ وکړو.</verse>
				<verse number="9">پينځۀ بادشاهان، د څلورو بادشاهانو سره وجنګېدل چې دوئ د عيلام، د جوئيم، د بابل او د الاسر وُو.</verse>
				<verse number="10">مېدان ټول د تارکولو د کندو نه ډک وو او چې کله د سدوم او عموره بادشاهان د جنګ نه تښتېدل، نو هغوئ په کندو کښې پرېوتل، خو هغه نور درې بادشاهان غرونو ته وتښتېدل.</verse>
				<verse number="11">دې څلورو بادشاهانو چې په سدوم او عموره کښې څومره مال وو هغه يې ټول واخستو، چې په کښې د خوراک سامان هم وو او دوئ لاړل.</verse>
				<verse number="12">د ابرام ورارۀ لوط، په سدوم کښې اوسېدو، نو هغه يې هم بوتلو او هر څۀ يې ترې واخستل.</verse>
				<verse number="13">خو يو سړے وتښتېدو او ابرام، عبرانى ته يې دا هر څۀ ووئيل، چې هغه د ممرې، امورى پاکو ونو ته نزدې اوسېدو، ممرې او د هغۀ خپلوانو اسکال او عانير هم د ابرام په جنګ کښې ملګرتيا کوله.</verse>
				<verse number="14">چې کله ابرام خبر شو چې د هغۀ ورارۀ نيولے شوے دے، هغۀ خپل ټول درې سوه اتلس فوجيان خپلې خېمې ته راوغوښتل او په هغه څلورو بادشاهانو پسې تر دان پورې روان وُو.</verse>
				<verse number="15">هلته هغۀ فوجيان په ډلو کښې تقسيم کړل او د شپې يې په دشمن حمله وکړه او هغوئ له يې شکست ورکړو، هغه د دمشق شمالى طرف ته تر حوبه پورې په هغوئ پسې وو،</verse>
				<verse number="16">او چې کوم مال يې تښتولے وو هغه يې ترې واپس واخستلو. او خپل ورارۀ لوط يې سره د ټول مال واپس راوستو او چې کومې ښځې او کسان نيولے شوى وُو هغه يې هم راوستل.</verse>
				<verse number="17">چې کله ابرام په کِدرلاعُمر او په نورو بادشاهانو د فتح موندلو نه پس واپس راغلو، نو د سدوم بادشاه د سِوى مېدان ته ورله ستړى مشى له راغلو (چې بل نوم يې د بادشاهانو مېدان دے).</verse>
				<verse number="18">او مَلِک‌صِدق، چې د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو، ابرام له روټۍ او مے راوړل،</verse>
				<verse number="19">هغۀ دپاره يې برکت وغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”خُدائ تعالىٰ دې ابرام له برکت ورکړى، چا چې آسمان او زمکه پېدا کړى دى.</verse>
				<verse number="20">ټول ثناء صِفت دې د هغه خُدائ تعالىٰ وى چې ستا دشمنان يې ستا د پښو لاندې کړل.“ نو ابرام مَلِک‌صِدق ته د ټول مالِ غنيمت نه لسمه حِصه ورکړه.</verse>
				<verse number="21">د سدوم بادشاه ابرام ته ووئيل، ”دا ټول مال ستا شو، خو ما له زما ټول خلق واپس راکړه.“</verse>
				<verse number="22">ابرام جواب ورکړو، ”زما دې په مالِک خُدائ قسم وى، چې ډېر لوئ خُدائ تعالىٰ دے، چې د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے،</verse>
				<verse number="23">چې زۀ به ستاسو هيڅ څيز نۀ استعمالوم، يو تار يا د څپلۍ تسمه قدر به هم ستاسو نۀ وړم. چې تاسو دا ونۀ وايئ، چې ابرام زمونږ په مال مالداره شوے وو.</verse>
				<verse number="24">زۀ به ستاسو نه د هغه مال نه بغېر يو څيز هم نۀ قبلوم کوم چې زما کسانو استعمال کړے دے. خو زما ملګرى، عانير، اسکال او ممرې دې خپله حِصه ترې نه واخلى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">څۀ موده پس، د مالِک خُدائ کلام ابرام ته په رويا کښې نازل شو چې، ”ابرامه، يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“</verse>
				<verse number="2">خو ابرام جواب ورکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ستا اِنعام به ما له څۀ فائده راکړى؟ زما خو خپل بچى هم نشته او دغه د دمشق اِلى‌عزر زما وارث دے.</verse>
				<verse number="3">ګوره، تا ما له اولاد نۀ دے راکړے او زما غلام به زما ميراث اخلى.“</verse>
				<verse number="4">نو د مالِک خُدائ کلام يو ځل بيا په هغۀ نازل شو چې، ”ستا غلام اِلى‌عزر به ستا ميراث نۀ اخلى، ستا خپل زوئ به ستا وارث وى.“</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ هغه بهر بوتلو او ورته يې وفرمائيل، ”آسمان ته وګوره، کۀ تۀ د آسمان ستورى شمېرلے شې نو وې شمېره، ستا اولاد به د ستورو په شان ډېر وى.“</verse>
				<verse number="6">ابرام په مالِک خُدائ ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو.</verse>
				<verse number="7">بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، چا چې په بابل کښې د اُور نه راوويستلې، چې دا زمکه ستا خپله شى.“</verse>
				<verse number="8">خو ابرام ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ما ته به څنګه پته ولګى چې دا به زما شى؟“</verse>
				<verse number="9">هغۀ جواب ورکړو، ”ما له يوه سخۍ، يوه چېلۍ او يو ګډ راوله، چې هر يو د درېو کالو وى او يوه ګوګوشتکه او کونتره هم راوړه.“</verse>
				<verse number="10">ابرام دا ځناور حاضر کړل، حلال يې کړل، هغه درې څاروى يې په مينځ نيم کړل او په دوه قطارونو کښې يې نيم نيم يو بل ته مخامخ کېښودل، خو مارغان يې په مينځ نيم نۀ کړل.</verse>
				<verse number="11">ټپوسان په غوښه لاندې راغوټه شول، خو ابرام ترې نه وشړل.</verse>
				<verse number="12">چې کله نمر په پرېوتو شو، په ابرام يو دروند خوب راغلو او يره او توره تيارۀ هم پرې راغله.</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ دا خبره ياده ساته چې ستا اولاد به په پردى مُلک کښې مسافر شى، دوئ به هلته نوکران شى او څلور سوه کاله به پرې ظلم کيږى،</verse>
				<verse number="14">خو زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې څوک دوئ غلامان کوى او چې کله هغه پردے مُلک پرېږدى، نو دوئ به ډېر مال دولت د ځان سره يوسى.</verse>
				<verse number="15">او تۀ په خپله به په ښۀ پوخ عُمر کښې، په تسلۍ سره وفات شې او دفن به شې.</verse>
				<verse number="16">په څلورم نسل کښې به ستا اولاد دلته واپس راشى، ځکه چې اموريانو تر اوسه پورې دومره ګناه نۀ ده کړې چې زۀ دوئ بهر کړم.“</verse>
				<verse number="17">چې کله نمر پرېوتو او توره تيارۀ شوه، نو يو د بلو سکارو لوښے چې لوګے يې کولو او يو بَل لرګے ناڅاپى راڅرګند شو او د ځناورو په مينځ کښې تېر شو.</verse>
				<verse number="18">نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،</verse>
				<verse number="19">او ورسره د قينيانو مُلک، د قنزيانو، د قدمونيانو،</verse>
				<verse number="20">د حِتيانو، د فرزيانو، د رفائيم،</verse>
				<verse number="21">د اموريانو، د کنعانيانو، د جرجاسيانو او د يبوسيانو مُلک هم ورکوم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">د ابرام د ښځې سارۍ تر اوسه پورې بچى نۀ وُو شوى. خو د هغې يوه مِصرۍ وينځه وه چې نوم يې هاجِره وه،</verse>
				<verse number="2">نو هغې ابرام ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ما له اولاد نۀ دے راکړے. تۀ ولې زما د وينځې سره شپه نۀ تېروې؟ کېدے شى چې زۀ د هغې نه آباده شم.“ نو ابرام د سارۍ خبره ومنله.</verse>
				<verse number="3">نو هغې خپله وينځه هاجِره ورکړه چې ښځه يې شى. (د ابرام په کنعان کښې د لس کاله اوسېدو نه پس داسې وشول.)</verse>
				<verse number="4">ابرام د هاجِرې سره کوروالے وکړو، نو هغه اُميدواره شوه. چې کله هغې ته پته ولګېده چې اُميدواره شوه، نو خپلې بى‌بى ته به يې سپک کتل.</verse>
				<verse number="5">نو سارۍ ابرام ته ووئيل، ”دا بد ستا په وجه وشول. ما خپله وينځه په خپله ستا په غېږ کښې کښېنوله او چې د کوم وخت نه هغې ته پته لګېدلې ده چې اُميدواره ده، نو هغه ما ته سپک ګورى. مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په ما او په تا کښې څوک په حقه دى.“</verse>
				<verse number="6">خو ابرام جواب ورکړو، ”ډېر ښۀ، هغه ستا وينځه ده او ستا په اختيار کښې ده، چې څۀ دې خوښه وى نو ورسره يې وکړه.“ نو سارۍ د هاجِرې سره دومره ظلم وکړو چې هغه ترېنه وتښتېده.</verse>
				<verse number="7">د مالِک خُدائ فرښتې په صحرا کښې د شور په لاره هاجِره په چينه وموندله</verse>
				<verse number="8">او فرښتې وفرمائيل، ”هاجِرې، د سارۍ وينځې، تۀ د کوم ځائ نه راغلې يې او چرته ځې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ د خپلې نېکې نه تښتم.“</verse>
				<verse number="9">د مالِک خُدائ فرښتې هغې ته وفرمائيل، ”خپلې بى‌بى له واپس لاړه شه او د هغې د اختيار لاندې ژوند تېروه.“</verse>
				<verse number="10">بيا فرښتې هغې ته دا هم وفرمائيل، ”زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم چې هيڅ څوک به يې نۀ شى شمېرلے.</verse>
				<verse number="11">تۀ اوس اُميدواره يې او زوئ به دې وشى او د هغۀ نوم به اِسمٰعيل کېږدې ځکه چې مالِک خُدائ په تکليف کښې ستا آواز اورېدلے دے.</verse>
				<verse number="12">خو ستا زوئ به د يو ځنګلى په شان عُمر تېروى، هغه به د هر چا دشمن وى او هر يو به د هغۀ خِلاف وى. هغه به د خپلوانو نه بېل ژوند تېروى.“</verse>
				<verse number="13">هاجِرې د ځان نه تپوس وکړو، ”ما خو خُدائ پاک ليدلے دے او بيا هم لا ژوندۍ پاتې يم؟“ نو هغې مالِک خُدائ ته يو نوم ورکړو چا چې د هغې سره يې خبرې کړې وې، يعنې، ”هغه خُدائ پاک چې ګورى.“</verse>
				<verse number="14">دا ځکه د قادِس او بيرد په مينځ کښې کوهى ته خلق وائى چې، ”بير‌لحى‌روۍ“ يعنې، د هغه ژوندى خُدائ پاک کوهے دے چې ما ګورى.</verse>
				<verse number="15">د هاجِرې نه د ابرام زوئ وشو او اِسمٰعيل نوم يې پرې کېښودو.</verse>
				<verse number="16">ابرام په هغه وخت کښې د شپږ اتياو کالو وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">ابرام چې کله د يو کم سلو کالو وو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او وې فرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بې‌عېبه اوسه.</verse>
				<verse number="2">زۀ تا سره دا لوظ کوم چې ډېر اولاد به درکړم.“</verse>
				<verse number="3">ابرام مخ په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه او خُدائ پاک وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="4">”ګوره، زۀ تا سره دا لوظ کوم، زۀ دا لوظ کوم چې تۀ به د ډېرو قومونو پلار شې.</verse>
				<verse number="5">نور به تا ته ابرام نۀ شى وئيلے، ستا نوم اِبراهيم شو، ځکه چې زۀ تا د ډېرو قومونو پلار جوړوم.</verse>
				<verse number="6">زۀ به تا ډېر زيات آباد کړم، او ستا نه به قومونه جوړ کړم او ستا په اولاد کښې به بادشاهان وى.</verse>
				<verse number="7">زما به تا او ستا د اولاد سره دا لوظ وى، دا به په راتلونکو نسلونو کښې يو نۀ ختمېدونکے لوظ وى. زۀ به ستا او ستا د اولاد خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="8">زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“</verse>
				<verse number="9">خُدائ پاک اِبراهيم ته وفرمائيل، ”تۀ به زما سره دا لوظ پوره کوې، ستا او ستا د اولاد د راتلونکو نسلونو سره به دا لوظ وى.</verse>
				<verse number="10">خو په دې شرط سره چې تۀ او ستا د اولاد هر يو نر به خامخا سنت کيږى.</verse>
				<verse number="11">د نن نه پس به تاسو هر يو نر ماشوم سنت کوئ چې هغه د اتو ورځو شى، ورسره هغه نوکران چې ستاسو په کور کښې پېدا وى او هغه هم چې د بل مُلک نه راوستلے شوى دى. د دې نه به دا معلوميږى چې زما او ستا په مينځ کښې لوظ شته.</verse>
				<verse number="12"></verse>
				<verse number="13">هر يو به خامخا سنت کيږى، دا به په بدن يوه نښه وى چې پته لګى چې تا سره زما لوظ نۀ ختمېدونکے دے.</verse>
				<verse number="14">خو چې کوم نر سنت شوے نۀ وى هغه به زما د خلقو نه بېل وى، ځکه چې هغۀ زما لوظ مات کړے دے.“</verse>
				<verse number="15">خُدائ پاک اِبراهيم ته وفرمائيل، ”تۀ نور خپلې ښځې ته سارۍ مۀ وايه، د نن نه پس د هغې نوم ساره شو.</verse>
				<verse number="16">زۀ به هغې له برکت ورکړم او د هغې نه به ستا يو زوئ پېدا شى. زۀ به هغې له برکت ورکړم او هغه به د قومونو مور شى او د هغې په اولاد کښې به بادشاهان وى.“</verse>
				<verse number="17">اِبراهيم تندے په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه، خو اِبراهيم په خندا شو، چې کله هغۀ سوچ کولو، ”چې يو سړے د سلو کالو زوړ وى د هغۀ بچى پېدا کېدے شى څۀ؟ د ساره بچى پېدا کېدے شى چې د لس کم سلو کالو ده؟“</verse>
				<verse number="18">اِبراهيم خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”کاش چې تۀ اِسمٰعيل زما وارث کړې.“</verse>
				<verse number="19">خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نه. ستا د خپلې ښځې ساره نه به يو زوئ پېدا شى او د هغۀ نوم اِسحاق کېږده. د هغۀ او د هغۀ د اولاد سره به همېشه دپاره زما لوظ وى. کوم چې يو نۀ ختمېدونکے لوظ دے.</verse>
				<verse number="20">ما ستا د اِسمٰعيل دپاره سوال اورېدلے دے، نو هغۀ له به هم برکت ورکړم او هغۀ له به ډېر بچى او ډېر اولاد ورکړم. هغه به د دولسو بادشاهانو پلار وى او زۀ به د هغۀ د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم.</verse>
				<verse number="21">خو زما به ستا د زوئ اِسحاق سره لوظ وى، چې هغه به تقريباً بل کال په دې ورځو کښې د ساره نه پېدا کيږى.“</verse>
				<verse number="22">چې کله خُدائ پاک د اِبراهيم سره خبرې تر سره کړې، نو ترې نه لاړو.</verse>
				<verse number="23">هم په هغه ورځ اِبراهيم اِسمٰعيل او په کور کښې چې څومره نران پېدا شوى وُو هغه ټول يې سنت کړل، سره د هغه نوکرانو چې د هغۀ په کور کښې پېدا شوى وُو او هغه يې هم سنت کړل چې د بل مُلک نه راوستلے شوى وُو لکه څنګه چې خُدائ پاک هغۀ ته فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="24">اِبراهيم د يو کم سلو کالو وو چې هغه سنت شو،</verse>
				<verse number="25">او د هغۀ زوئ اِسمٰعيل د ديارلسو کالو وو.</verse>
				<verse number="26">دوئ دواړه په يوه ورځ سنت شول،</verse>
				<verse number="27">او ورسره د اِبراهيم ټول نوکران هم سنت شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">مالِک خُدائ اِبراهيم ته د ممرې پاکو ونو سره راڅرګند شو. چې اِبراهيم د سرې غرمې په وخت د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ناست وو،</verse>
				<verse number="2">هغۀ وکتل او څۀ ګورى چې هلته درې سړى ولاړ دى. هغوئ يې چې څنګه وليدل، هغۀ ستړى مشى له ورمنډه کړل. د عزت نه ورته ټيټ شو،</verse>
				<verse number="3">اِبراهيم وفرمائيل، ”صاحِبانو، کۀ تاسو ما د دې قابل ګڼئ، نو زما سره ايسار شئ چې زۀ ستاسو خِدمت وکړم.</verse>
				<verse number="4">کۀ اجازت وى نو زۀ به ستاسو پښو وينځلو له لږې اوبۀ راوړم، تاسو د دې ونې لاندې دمه وکړئ.</verse>
				<verse number="5">زۀ به تاسو له لږه روټۍ هم راوړم، نو تاسو به بيا ښۀ مزل وکړئ. دا زما دپاره د عزت خبره ده چې زما کور ته راغلئ، نو زۀ به ستاسو مېلمستيا کوم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ښۀ ده، چې څنګه ستا خوښه وى نو هغه شان وکړه.“</verse>
				<verse number="6">اِبراهيم خېمې ته تېز لاړو او ساره ته يې وفرمائيل، ”زر شه. د ټولو نه د ښۀ اوړو بوجۍ راواخله او روټۍ ترې پخې کړه.“</verse>
				<verse number="7">بيا هغۀ د مال رَمې ته ورمنډه کړه او يو کچه او څورب سخے يې راونيوو او يو نوکر له يې ورکړو، چې هغه يې زر زر تيار کړى.</verse>
				<verse number="8">هغۀ لږ ماستۀ، پئ او هغه پخه شوې غوښه هم راوړه او سړو ته يې هر څۀ کېښودل او چې کله هغوئ روټۍ خوړله نو د ونې لاندې ورته ولاړ وو.</verse>
				<verse number="9">بيا هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”ستا ښځه ساره چرته ده؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”هغه دننه په خېمه کښې ده.“</verse>
				<verse number="10">يو مېلمه ووئيل، ”په راتلونکى کال کښې به زۀ واپس راشم او ستا د ښځې ساره به يو زوئ پېدا شوے وى.“ ساره د خېمې د دروازې شا ته دا خبرې اورېدلې.</verse>
				<verse number="11">اوس ګوره، اِبراهيم او ساره ډېر بوډاګان وُو. او ساره د ماشوم د پېدا کېدو نۀ وه.</verse>
				<verse number="12">نو ساره د ځان سره وخندل او وې وئيل چې، ”اوس زۀ زَړه او کمزورې يم او خاوند مې هم بوډا دے، نو اوس په دې عُمر کښې به زۀ د هغۀ سره څملم څۀ؟“</verse>
				<verse number="13">نو مالِک خُدائ د اِبراهيم نه تپوس وکړو، ”ساره ولې وخندل او وې وئيل چې په دې عُمر کښې زما ماشوم پېدا کېدے شى څۀ ځکه چې زۀ ډېره بوډۍ يم؟</verse>
				<verse number="14">داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلونکى کال به زۀ واپس راځم او د ساره به يو زوئ پېدا شى.“</verse>
				<verse number="15">نو ساره منکره شوه ځکه چې هغه يرېده. هغې ووئيل، ”ما خو نۀ دى خندلى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، تا وخندل.“</verse>
				<verse number="16">بيا هغه سړى روان شول او يو داسې ځائ ته لاړل چې د کوم ځائ نه يې سدوم ليدلے شو، نو اِبراهيم هغوئ ته په مخه ښه وئيلو دپاره ورسره لاړو.</verse>
				<verse number="17">نو مالِک خُدائ د ځان سره وفرمائيل، ”زۀ چې څۀ کول غواړم هغه به د اِبراهيم نه نۀ پټوم.</verse>
				<verse number="18">د هغۀ اولاد به يو لوئ طاقتور قوم وى او د هغۀ په ذريعه به زۀ ټولو قومونو له برکت ورکړم.</verse>
				<verse number="19">ما هغه د دې دپاره غوره کړے دے چې هغه خپلو زامنو او اولاد ته دا نصيحت وکړى چې زما خبره منى او هغه څۀ کوى چې کوم صحيح او حق دى. کۀ دوئ داسې کوى، نو زۀ به هم د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړم چې ما يې وعده کړې ده.“</verse>
				<verse number="20">بيا مالِک خُدائ اِبراهيم ته وفرمائيل، ”په سدوم او عموره باندې ډېر سخت اِلزامونه دى، دوئ ډېر بد عملونه کوى.</verse>
				<verse number="21">زۀ به لاندې خامخا ځم چې دا پته ولګوم چې کوم اِلزامونه ما اورېدلى دى چې هغه رښتيا دى او کۀ نه.“</verse>
				<verse number="22">بيا هغه دوه سړى لاړل او د سدوم طرف ته روان شول، خو مالِک خُدائ د اِبراهيم سره ايسار شو.</verse>
				<verse number="23">اِبراهيم مالِک خُدائ ته نزدې شو او تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ په رښتيا د بدعملو سره صادقان هم تباه کوې؟</verse>
				<verse number="24">کۀ په ښار کښې پنځوس صادقان کسان وى، نو تۀ به ټول ښار تباه کوې څۀ؟ تۀ به دوئ نۀ معاف کوې د دې دپاره چې هغه پنځوس کسان بچ شى؟</verse>
				<verse number="25">دا څنګه کېدے شى چې تۀ به صادقان د بدعملو سره ووژنې؟ دا خو ناممکنه ده، تۀ داسې نۀ کوې. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بدعملو سره يو شان سزا مِلاو شى. دا ستا دپاره ناممکنه ده. ځکه د دُنيا اِنصاف کوونکے به خامخا اِنصاف کوى.“</verse>
				<verse number="26">مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”کۀ په سدوم کښې پنځوس صادقان کسان هم وى، نو زۀ به د هغوئ په خاطر ټول ښار بچ کړم.“</verse>
				<verse number="27">اِبراهيم بيا وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما معاف کړه چې زۀ زړَور شوم او ستا په مخکښې خبرې کوم. ځکه چې زۀ ستا په مخکښې هيڅ هم نۀ يم.</verse>
				<verse number="28">خو کېدے شى چې هلته د پنځوسو صادقانو په ځائ صِرف پينځۀ څلوېښت وى. نو تۀ به د پينځو کسانو د کمى په وجه ټول ښار تباه کوې څۀ؟“ مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”کۀ پينځۀ څلوېښت صادقان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“</verse>
				<verse number="29">اِبراهيم بيا وفرمائيل، ”کېدے شى چې هلته صِرف څلوېښت کسان وى.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”کۀ څلوېښت کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“</verse>
				<verse number="30">اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، خو زۀ يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف دېرش کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به داسې نۀ کوم کۀ دېرش هم وى.“</verse>
				<verse number="31">اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما معاف کړه چې زۀ زړَور شوم او ستا په مخکښې خبرې کوم، خو کۀ صِرف شل کسان وى؟“ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم کۀ شل کسان هم وى.“</verse>
				<verse number="32">اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، زۀ به صِرف يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف لس کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”کۀ لس کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“</verse>
				<verse number="33">چې د اِبراهيم سره يې خبرې ختمې کړې نو مالِک خُدائ لاړو او اِبراهيم کور ته راوګرځېدو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">په هغه ماښام چې دوه فرښتې سدوم ته راغلې، لوط د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې په ځائ کښې ناست وو. چې څنګه هغۀ هغوئ وليدې، نو هغه پاڅېدو او ستړې مشى له ورَغلو. هغه هغوئ ته د عزت نه ټيټ شو</verse>
				<verse number="2">او وې فرمائيل، ”صاحِبانو، زۀ به ستاسو خِدمت کوم. ما سره کور ته لاړ شئ. تاسو پښې ووينځئ او شپې ته ايسار شئ. تاسو چې سحر وختى پاڅئ نو په خپله مخه تلے شئ.“ خو هغوئ جواب ورکړو، ”نه، مونږ به دلته د جرګې په ځائ کښې شپه وکړُو.“</verse>
				<verse number="3">خو هغۀ ډېر زور کولو او آخر ورسره کور ته لاړل. لوط خپلو نوکرانو له حُکم ورکړو چې روټۍ پخه کړى او د مېلمنو دپاره ښۀ خوراک تيار کړى. چې روټۍ تياره شوه، نو هغوئ وخوړه.</verse>
				<verse number="4">د مېلمنو د څملاستو نه مخکښې، د سدوم خلق د هغه کور نه تاو شول، چې د ښار ټول خلق، واړۀ زاړۀ په کښې وُو.</verse>
				<verse number="5">دوئ لوط ته چغې ووهلې او تپوس يې ترې وکړو، ”هغه سړى چرته دى چې نن تا کره ايسار دى؟ مونږ له يې بهر راوباسه.“ د سدوم خلقو د هغوئ سره زنا کول غوښتل.</verse>
				<verse number="6">لوط بهر ووتلو او ځان پسې يې دروازه بند کړه.</verse>
				<verse number="7">هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”عزيزانو، زۀ ستاسو مِنت زارى کوم، داسې بد کار مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="8">ګورئ، زما دوه لوڼه دى چې لا وادۀ شوې نۀ دى. هغوئ به زۀ بهر تاسو له راولم او چې څۀ مو خوښه وى هغه ورسره وکړئ. خو دې سړو ته هيڅ هم مۀ وايئ، دوئ زما مېلمانۀ دى او د دوئ حِفاظت کول په ما فرض دى.“</verse>
				<verse number="9">خو دوئ ووئيل، ”ځه مړه ورک شه مسافر سړے يې. تۀ څوک يې چې مونږ ته چل ښائې؟ زمونږ د مخې نه لرې شه، ګنې د هغوئ نه به دې هم بد حال وکړُو.“ دوئ لوط له ديکه ورکړه او د دروازې په ماتېدو يې شروع وکړه.</verse>
				<verse number="10">خو هغه دننه دوو سړو ورمنډه کړل، لوط يې کور ته واپس راښکلو او دروازه يې بند کړه.</verse>
				<verse number="11">بيا هغوئ بهر هغه ټول خلق ړاندۀ کړل، نو هغوئ د دروازې په لټولو ستړى شول.</verse>
				<verse number="12">هغه دوو سړو لوط ته وفرمائيل، ”کۀ دلته ستا نور څوک وى لکه زامن، لوڼه، زُومان او يا ستا نور خپلوان په دې ښار کښې وى، نو د دې ځائ نه يې بهر کړه،</verse>
				<verse number="13">ځکه چې مونږ دا ځائ تباه کوُو. مالِک خُدائ ته د دې خلقو خِلاف فريادونه رسېدلى دى او مونږ يې رالېږلى يُو چې سدوم تباه کړُو.“</verse>
				<verse number="14">بيا لوط هغه سړو له ورَغلو چې کومو ته يې لوڼه کوژدن شوې وې او ورته يې وفرمائيل، ”زر شئ او د دې ځائ نه ووځئ، مالِک خُدائ به دا ځائ تباه کوى.“ خو د هغوئ خيال دا وو چې هغه ټوقې کوى.</verse>
				<verse number="15">سحر وختى فرښتو کوشش وکړو چې لوط تېز شى. هغوئ وفرمائيل، ”زر شه، خپله ښځه او دوه لوڼه روانې کړه او ووځه، نو داسې به تاسو نۀ مړۀ کېږئ چې کله ښار تباه کيږى.“</verse>
				<verse number="16">خو لوط سستى کوله. او مالِک خُدائ په هغۀ رحم وکړو، نو هغه سړو لوط، د هغۀ ښځه او د هغۀ دواړه لوڼه يې د لاس نه ونيولې او د ښار نه يې بهر وويستل.</verse>
				<verse number="17">بيا يوې فرښتې وفرمائيل، ”وتښتئ چې ژوندى پاتې شئ، په شا مۀ ګورئ او په مېدان کښې مۀ پاتې کېږئ. غرونو ته منډه کړئ، نو داسې به تاسو د مرګ نه بچ شئ.“</verse>
				<verse number="18">خو لوط جواب ورکړو، ”اُف، نه صاحِبانو، په مونږ داسې مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="19">تاسو زما سره ډېر ښۀ کړى دى او زما ژوند مو بچ کړو. خو غرونه ډېر زيات لرې دى، تباهى به زما په سر راشى او هلته رسېدو نه مخکښې به زۀ مړ شم.</verse>
				<verse number="20">تاسو ته هغه وړوکے ښار ښکارى؟ هغه نزدې دے. زۀ به هلته لاړ شم. ګورئ هغه خو وړوکے ځائ دے، خو زۀ به په امن کښې يم.“</verse>
				<verse number="21">هغۀ جواب ورکړو، ”ټيک ده، زۀ به ستا خبره ومنم. زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.</verse>
				<verse number="22">زر منډه کړه، زۀ تر هغې پورې هيڅ هم نۀ شم کولے ترڅو چې تۀ هلته رسېدلے نۀ يې.“ لوط دې ته وړوکے ووئيل، نو ځکه د هغه ښار نوم ضُعر شو.</verse>
				<verse number="23">نمر په راختو وو چې لوط ضُعر ته ورسېدو.</verse>
				<verse number="24">ناڅاپى مالِک خُدائ د سدوم او عموره په ښارونو باندې د اور د ګوګړو باران اورولو</verse>
				<verse number="25">او هغه ښارونه او ټول مېدان يې تباه کړو، سره د ټولو خلقو او هر هغه څۀ چې په هغه زمکه زرغون شوى وُو، تباه شول.</verse>
				<verse number="26">خو د لوط ښځې شا ته وکتل او د مالګې ستن ترې جوړه شوه.</verse>
				<verse number="27">په بله ورځ سحر وختى اِبراهيم هغه ځائ ته تېز لاړو چرته چې هغه د مالِک خُدائ په حضور کښې مخکښې ولاړ وو.</verse>
				<verse number="28">هغۀ لاندې سدوم او عموره او د دې ټولو علاقو ته وکتل او وې ليدل چې د هغه مُلک نه لوګى ختل، دا داسې لوګى وُو لکه چې د بټۍ نه خېژى.</verse>
				<verse number="29">خو چې خُدائ پاک د مېدان هغه ښارونه تباه کړل چرته چې لوط اوسېدو، نو اِبراهيم د هغۀ ياد وو او لوط يې ولېږلو چې ځان بچ کړى.</verse>
				<verse number="30">لوط يرېدو چې په ضُعر کښې پاتې شى، نو هغه د خپلو دوو لوڼو سره پاس غرونو ته لاړو او دوئ په يو غار کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="31">نو مشرې لور يې خپلې خور ته ووئيل، ”زمونږ پلار بوډا کيږى او په ټوله دُنيا کښې سړى نشته چې مونږ ځان ته وادۀ کړى او بچى مو پېدا شى.</verse>
				<verse number="32">راځه چې خپل پلار نشه کړُو، نو د هغۀ سره به څملو او بچى به مو پېدا شى.“</verse>
				<verse number="33">په هغه شپه هغوئ هغۀ له مے ورکړل او مشره لور د هغۀ سره څملاسته. خو هغه دومره نشه وو چې پته ورته ونۀ لګېده.</verse>
				<verse number="34">بله ورځ مشرې لور يې خپلې خور ته ووئيل، ”تېره شپه زۀ د هغۀ سره څملاستم، اوس راځه چې نن شپه يې بيا نشه کړُو او تۀ د هغۀ سره څمله. نو مونږ دواړه به د پلار نه اُميدوارې شُو.“</verse>
				<verse number="35">نو هغه شپه هغوئ هغه بيا نشه کړو او کشره لور د هغۀ سره څملاسته. خو بيا هم هغه دومره نشه وو چې هغۀ ته هيڅ پته ونۀ لګېده.</verse>
				<verse number="36">نو د لوط دواړه لوڼه د خپل پلار نه اُميدوارې شوې.</verse>
				<verse number="37">د مشرې لور يې يو زوئ وشو، چې د هغۀ نوم يې موآب کېښودو. هغه د نن زمانې د موآبيانو پلار نيکۀ وو.</verse>
				<verse number="38">د کشرې لور يې هم يو زوئ وشو، چې د هغۀ نوم يې بِن‌عمى کېښودو. هغه د نن زمانې د عمونيانو پلار نيکۀ وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">اِبراهيم د ممرې نه د کنعان صحرا ته لاړو او د قادِس او شور په مينځ کښې اوسېدو. په هغه وخت کښې چې کله هغه په جرار کښې اوسېدو،</verse>
				<verse number="2">هغۀ فرمائيلى وُو چې خپله ښځه ساره يې خور ده. نو د جرار بادشاه ابى‌مَلِک ترې ساره بوتلې وه.</verse>
				<verse number="3">خو يوه شپه هغۀ خُدائ پاک په خوب کښې وليدو چې ورته يې وفرمائيل، ”ګوره، تۀ د مرګ په خولۀ کښې ولاړ يې، ځکه چې کومه ښځه تا راوستې ده هغه وادۀ شوې هم ده.“</verse>
				<verse number="4">خو ابى‌مَلِک ګوتې هم نۀ وې وروړې او هغۀ ووئيل، ”مالِکه خُدايه، زۀ بې‌ګناه يم. تۀ به ما او زما خلق تباه کوې څۀ؟</verse>
				<verse number="5">اِبراهيم خو په خپله فرمائيلى وُو چې هغه يې خور ده او هغې هم فرمائيلى وُو چې هغه يې ورور دے. ما خو دا په صفا نېت کړى دى او زما لاسونو ګناه نۀ ده کړې.“</verse>
				<verse number="6">خُدائ پاک په خوب کښې جواب ورکړو، ”آو، ما ته پته ده چې تا دا په صفا نېت کړى دى، هغې ته ګوتې وروړلو ته مې ځکه پرې نۀ ښودلې چې زما خِلاف ګناه ونۀ کړې.</verse>
				<verse number="7">خو اوس، هغه ښځه خپل خاوند ته واپس کړه. هغه يو نبى دے او هغه به درته دُعا وکړى او تۀ به مړ نۀ شې. خو کۀ تۀ هغه واپس نۀ ورکوې، نو زۀ تا خبروم چې تۀ او ستا ټول خلق به مړۀ کېږئ.“</verse>
				<verse number="8">بل سحر وختى ابى‌مَلِک خپل ټول درباريان راوغوښتل او چې څۀ شوى وُو ورته يې ووئيل، او هغوئ سخت يرېدل.</verse>
				<verse number="9">بيا ابى‌مَلِک اِبراهيم راوغوښتلو او تپوس يې ترې وکړو، ”دا تا په مونږ څۀ کړى دى؟ ما تا سره څۀ بد کړى دى چې تا په ما او زما په بادشاهۍ دا افت راوستے دے؟ داسې خو د هيچا سره هم نۀ دى کول پکار، لکه چې تا زما سره کړى دى.</verse>
				<verse number="10">دا تا ولې کړى دى؟“</verse>
				<verse number="11">اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما دا خيال وو چې دلته به داسې هيڅ څوک هم نۀ وى چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او دوئ به زما د ښځې په وجه ما ووژنى.</verse>
				<verse number="12">هغه په رښتيا زما خور ده. هغه زما د پلار لور ده، خو زما د خپلې مور لور نۀ ده او ما هغه وادۀ کړه.</verse>
				<verse number="13">چې کله خُدائ پاک زۀ د خپل پلار د کور نه مسافر کړم، نو ما هغې ته ووئيل، تۀ به زما سره هغه وخت خپل غېرت څرګند کړې چې هر چا ته وائې چې زۀ ستا ورور يم.“</verse>
				<verse number="14">بيا ابى‌مَلِک ساره واپس اِبراهيم ته ورکړه، هم هغه وخت يې هغۀ ته ګډې، څاروى او نوکران هم ورکړل.</verse>
				<verse number="15">هغۀ اِبراهيم ته ووئيل، ”ګوره، دا ټوله زما زمکه ده، چې چرته دې خوښه وى هلته اوسېږه.“</verse>
				<verse number="16">هغۀ ساره ته ووئيل، ”زۀ ستا ورور له د سپينو زرو زر سيکې ورکوم، دا د دې دپاره چې تا سره څومره خلق دى چې ټولو ته ثابِته شى چې تۀ بې‌ګناه يې، هر چا ته به معلومه شى چې ستا لمن پاکه ده.“</verse>
				<verse number="17">نو په دې وجه چې د اِبراهيم د ښځې ساره سره کومه واقعه شوې وه، مالِک خُدائ د ابى‌مَلِک په محل کښې ټولې ښځې شنډې کړې. نو اِبراهيم د ابى‌مَلِک دپاره دُعا وکړه او خُدائ پاک هغه روغ کړو، خُدائ پاک د هغۀ ښځه او د هغۀ وينځې هم روغې کړې، چې د دوئ بچى پېدا شى.</verse>
				<verse number="18"></verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ساره له برکت ورکړو او خپله وعده يې ورسره پوره کړه.</verse>
				<verse number="2">اګر چې اِبراهيم په خپله ډېر بوډا وو، خو لکه څنګه چې خُدائ پاک ورته فرمائيلى وُو ساره اُميدواره شوه او هم په هغه صحيح وخت د هغې زوئ وشو.</verse>
				<verse number="3">اِبراهيم په خپل زوئ اِسحاق نوم کېښودو،</verse>
				<verse number="4">او چې اِسحاق د اتو ورځو شو، نو اِبراهيم هغه سنت کړو، هم هغه شان چې څنګه خُدائ پاک ورته حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="5">اِبراهيم د سلو کالو وو چې اِسحاق پېدا شو،</verse>
				<verse number="6">نو ساره وفرمائيل، ”خُدائ پاک زۀ خندولې يم. اوس چې هر څوک د دې نه خبر شى نو زما سره به خاندى.</verse>
				<verse number="7">د دې نه مخکښې چا د دې وئيلو جرأت کولے شو چې يوه ورځ به زۀ خپل ماشوم له سينه ورکوم؟ خو ګورئ، په زوړ عُمر کښې د اِبراهيم زما نه زوئ پېدا شوے دے.“</verse>
				<verse number="8">چې ماشوم غټېدو او په خپله د روټۍ د خوړلو شو، نو په هغه ورځ اِبراهيم يو لوئ خېرات وکړو.</verse>
				<verse number="9">يوه ورځ، ساره وکتل چې د هاجِرې زوئ اِسمٰعيل لوبې کولې، نو هغې اِبراهيم ته ووئيل، ”وينځه او د هغې زوئ وشړئ ځکه چې د وينځې زوئ به زما د زوئ اِسحاق په ميراث کښې شريک نۀ وى.“</verse>
				<verse number="10"></verse>
				<verse number="11">دې مسئلې اِبراهيم ډېر پرېشانه کړو، ځکه چې اِسمٰعيل خو هم د هغۀ زوئ وو.</verse>
				<verse number="12">خو خُدائ پاک وفرمائيل، ”اِبراهيمه، د خپلې وينځې او د هلک په حقله مۀ خفه کېږه. هم هغه شان وکړه چې څنګه درته ساره وائى ځکه چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.</verse>
				<verse number="13">خو د وينځې زوئ هم ستا زوئ دے او د هغۀ د اولاد نه به يو لوئ قوم جوړ کړم.“</verse>
				<verse number="14">بل سحر وختى اِبراهيم پاڅېدو او هاجِرې له يې د اوبو ډک مشک او روټۍ ورکړه. او دا يې ورله په اوږو کېښودل او د زوئ سره يې رُخصت کړه. او هغه لاړه او بيرسبع ته نزدې په صحرا کښې سرګردانه ګرځېدله،</verse>
				<verse number="15">او چې د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې، نو هاجِرې زوئ د يو بوټى لاندې کښېنولو.</verse>
				<verse number="16">او لږه لرې ترې کښېناسته، هغې د ځان سره ووئيل چې، ”زۀ دا نۀ شم زغملے چې د خپل زوئ مرګ ووينم.“ او هغه هلته ناسته وه سلګۍ يې وهلې او ژړل يې.</verse>
				<verse number="17">چې کله خُدائ پاک د هلک ژړا واورېده، نو د خُدائ پاک فرښتې د آسمان نه هاجِرې ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”هاجِرې، تۀ ولې پرېشانه يې؟ يرېږه مه. خُدائ پاک ستا د زوئ ژړا اورېدلې ده.</verse>
				<verse number="18">اوچت يې کړه او په غېږ کښې يې کښېنوه، ځکه چې زۀ به هغه د يو لوئ قوم پلار کړم.“</verse>
				<verse number="19">بيا خُدائ پاک د هغې سترګې کولاو کړې او د هغې نظر په چينې يو کوهى پرېوتو. نو هغه چينې له لاړه او مشک يې د اوبو نه ډک کړو او هلک له يې اوبۀ ورکړې.</verse>
				<verse number="20">خُدائ پاک اِسمٰعيل له برکت ورکړو او چې هلک څنګه لوئ شو، نو د هغۀ نه يو تکړه تير انداز جوړ شو.</verse>
				<verse number="21">هغه د فاران په صحرا کښې اوسېدو، مور ورله يوه مِصرۍ جينۍ خوښه کړه او ورته يې وادۀ کړه.</verse>
				<verse number="22">تقريباً هم په هغه وخت ابى‌مَلِک او د هغۀ د لښکر مشر فيکُل اِبراهيم ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا له په هر کار کښې برکت درکوى،</verse>
				<verse number="23">اوس زۀ غواړم چې تۀ د خُدائ پاک په نوم دا قَسم وکړې چې تۀ به زما سره دوکه نۀ کوې او همېشه به زما او زما د اولاد وفادار يې، لکه څنګه چې زۀ همېشه تا سره په دې مُلک کښې وفادار وم چې تۀ دلته مسافر وې.“</verse>
				<verse number="24">نو اِبراهيم ورسره قَسم وکړو.</verse>
				<verse number="25">يوه ورځ، اِبراهيم ابى‌مَلِک ته شکايت وکړو چې، ”ستا يو څو نوکرانو زما په يو کوهى قبضه کړې ده.“</verse>
				<verse number="26">ابى‌مَلِک ورته ووئيل، ”دا خو ما ستا نه په وړومبى ځل واورېدل. تا ما ته مخکښې ولې ونۀ وئيل؟ ما ته پته نشته چې دا چا کړى دى.“</verse>
				<verse number="27">اِبراهيم ابى‌مَلِک ته ګډې او څۀ غواګانې ورکړې، نو د دوئ په مينځ کښې د امن معاهده وشوه.</verse>
				<verse number="28">اِبراهيم د خپلې رَمې نه اووۀ ګډې جدا کړې،</verse>
				<verse number="29">او ابى‌مَلِک ترې تپوس وکړو، ”تا دا اووۀ ګډې ولې جدا کړې؟“</verse>
				<verse number="30">اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ غواړم چې دا اووۀ ګډې زما نه قبولې کړې نو تۀ به ګواه يې چې ما دا کوهے کنستلے وو.“</verse>
				<verse number="31">نو په هغه ځائ يې بيرسبع نوم کېښودو، ځکه چې دوئ دواړو دلته معاهده کړې وه.</verse>
				<verse number="32">چې کله په بيرسبع کښې معاهده وشوه، نو ابى‌مَلِک او د هغۀ د لښکر مشر فيکُل واپس د فلستيانو مُلک ته لاړل.</verse>
				<verse number="33">اِبراهيم په بيرسبع کښې د غز ونه وکَرله او د مالِک خُدائ د ابدى خُدائ عبادت يې وکړو.</verse>
				<verse number="34">او اِبراهيم ډېر وخت مسافر وو او د فلستيانو په مُلک کښې اوسېدو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">څۀ موده وروستو خُدائ پاک د اِبراهيم امتحان واخستو، هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِبراهيمه.“ نو اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“</verse>
				<verse number="2">خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”خپل زوئ روان کړه، خپل اېک يو زوئ اِسحاق، د کوم سره چې تۀ ډېره مينه کوې او د مورياه مُلک ته لاړ شه. هلته په يو غر باندې چې زۀ به يې درته ښايم، هغه ما ته د قربانۍ په توګه پېش کړه.“</verse>
				<verse number="3">نو اِبراهيم سحر وختى پاڅېدو، خپل خر يې کته کړو او خپل دوه ځوانان سړى او اِسحاق يې ځان سره روان کړل، هغۀ د سوزېدونکې قربانۍ دپاره لرګى پرې کړل او روان شو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې خُدائ پاک ورته ښودلے وو.</verse>
				<verse number="4">په درېمه ورځ چې اِبراهيم وکتل نو د لرې نه يې هغه ځائ وليدو.</verse>
				<verse number="5">نو هغۀ نوکرانو ته وفرمائيل، ”دلته د خرۀ سره ايسار شئ. دا هلک او زۀ به هلته لاړ شُو او مونږ به عبادت وکړُو او واپس به تاسو له راشُو.“</verse>
				<verse number="6">اِبراهيم په اِسحاق د قربانۍ لرګى يوړل او په خپله يې يوه چاړۀ او بل سکارۀ د اور بلولو دپاره يوړل. چې کله دوئ مزل کولو،</verse>
				<verse number="7">نو اِسحاق وفرمائيل، ”پلاره.“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زما زويه؟“ اِسحاق ترې تپوس وکړو، ”ما ته پته ده چې تا سره سکارۀ او لرګى شته، خو د قربانۍ دپاره ګډُورے چرته دے؟“</verse>
				<verse number="8">اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما زويه، خُدائ پاک به په خپله د يو ګډ بندوبست وکړى.“ او دوئ دواړه روان وُو.</verse>
				<verse number="9">کله چې هغه ځائ ته ورسېدل کوم چې ورته خُدائ پاک ښودلے وو، اِبراهيم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او لرګى يې پرې سم کېښودل. هغۀ خپل زوئ وتړلو او په قربان‌ګاه کښې يې د لرګو دپاسه کېښودو.</verse>
				<verse number="10">بيا اِبراهيم د خپل زوئ حلالولو دپاره چاړۀ راواخستله.</verse>
				<verse number="11">خو ناڅاپه د مالِک خُدائ فرښتې د آسمان نه هغۀ ته وفرمائيل، ”اِبراهيمه، اِبراهيمه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“</verse>
				<verse number="12">فرښتې وفرمائيل، ”هلک له چې هيڅ تکليف ورنۀ کړې او نۀ ورته څۀ ووائې. ما ته پته ده چې تۀ د خُدائ پاک نه يرېږې، ځکه چې تا هغۀ ته خپل اېک يو زوئ هم پېش کړو.“</verse>
				<verse number="13">اِبراهيم څۀ ګورى چې يو ګډ د ښکرو نه په غنو کښې انښتے وو. هغه لاړو او راوې نيوو او د خپل زوئ په ځائ يې د سوزېدونکې قربانۍ په توګه پېش کړو.</verse>
				<verse number="14">اِبراهيم په هغه ځائ ”مالِک خُدائ بندوبست کوى“ نوم کېښودو. او تر ننه پورې خلق وائى، ”د مالِک خُدائ په غر به بندوبست کيږى.“</verse>
				<verse number="15">د مالِک خُدائ فرښتې په دوېم ځل د آسمان نه اِبراهيم ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="16">”مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ مالِک خُدائ په خپل نوم قسم کوم چې زۀ به تا له ډېر زيات برکت درکړم. ځکه چې تا دا وکړل او خپل اېک يو زوئ دې هم زما نه بچ ونۀ ساتلو،</verse>
				<verse number="17">زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى.</verse>
				<verse number="18">ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى. ځکه چې تا زما حُکم ومنلو.“</verse>
				<verse number="19">اِبراهيم خپلو نوکرانو ته واپس لاړو او دوئ په يو ځائ بيرسبع ته لاړل، چې چرته اِبراهيم اوسېدو.</verse>
				<verse number="20">څۀ موده وروستو اِبراهيم خبر شو چې د خپل ورور نحور يې د مِلکاه نه اتۀ بچى پېدا شوى دى،</verse>
				<verse number="21">مشرے عُوض، د هغۀ ورور بُوز، د آرام پلار قمو‌اېل،</verse>
				<verse number="22">کَسِد، حزو، فِلداس، اِدلاف او بتو‌اېل، د رِبقه پلار. د اِبراهيم د ورور نحور، د ښځې مِلکاه نه دا اتۀ زامن پېدا شول.</verse>
				<verse number="23"></verse>
				<verse number="24">د نحور د وينځې، رومه نه، طِبح، جاحم، تخص او معکه پېدا شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">ساره يو سل اوويشت کاله ژوندۍ وه.</verse>
				<verse number="2">هغه د کنعان په مُلک کښې په حبرون کښې په حق ورسېده، او اِبراهيم د ساره په غم غمژن شو او هغې پسې يې ژړل.</verse>
				<verse number="3">اِبراهيم د مړى خوا نه پاڅېدو، حِتيانو له ورَغلو او وې فرمائيل چې،</verse>
				<verse number="4">”زۀ د پردى مُلک يم او تاسو سره اوسېږم، زما خپله زمکه نشته چې چرته زۀ خپله ښځه په يو مناسب ځائ کښې ښخه کړم. لږه زمکه په ما خرڅه کړئ.“</verse>
				<verse number="5">هغوئ جواب ورکړو چې،</verse>
				<verse number="6">”نېکه، زمونږ خبره واوره، مونږ تا ته د يو تکړه مشر په سترګه ګورو. زمونږ د اديرې د ټولو نه ښۀ ځائ کښې خپل مړے ښخ کړه، تا به هيڅ څوک د يو ځائ نه هم د خپل مړى ښخولو نه نۀ منع کوى.“</verse>
				<verse number="7">اِبراهيم پاڅېدو او د هغه مُلک خلقو يعنې حِتيانو ته يې د عزت نه سر ټيټ کړو</verse>
				<verse number="8">او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ ستاسو دا خوښه وى چې زۀ دلته خپل مړے ښخ کړم، نو د صحر زوئ عِفرون ته ووايئ</verse>
				<verse number="9">چې د خپل پټى په سر کښې د مکفيله غار په ما خرڅ کړى. زۀ به يې پوره قيمت ورکړم او تاسو ټول به د دې ګواهان شئ.“</verse>
				<verse number="10">عِفرون هلته د ښار د دروازې سره نزدې ناست وو، چې کله اِبراهيم دا عرض وکړو، نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”صاحِبه، دا ټول پټے سره د غار ستا په وړاندې دے. زما د خپلو خلقو په مخکښې زۀ دا ستا د مړى د قبر دپاره درکوم.“</verse>
				<verse number="11"></verse>
				<verse number="12">يو ځل بيا، اِبراهيم د هغه مُلک خلقو ته د عزت نه ټيټ شو</verse>
				<verse number="13">او عِفرون ته يې وفرمائيل، ”د دې ګواهانو په مخکښې، زۀ تا له د دې پټى پوره قيمت درکوم، چې خپله ښځه ښخه کړم. دا قيمت زما نه قبول کړه.“</verse>
				<verse number="14">عِفرون جواب ورکړو چې،</verse>
				<verse number="15">”صاحِبه، زما خبره واوره، د دې ځائ قيمت صِرف څلور سوه د سپينو زرو سيکې به وى. په داسې لږ قيمت به مونږ په خپلو کښې څۀ يو بل ته سختيږو؟ خپل مړے ښخ کړه.“</verse>
				<verse number="16">اِبراهيم د عِفرون دا خبره منظوره کړه او هغه سپين زر يې عِفرون ته وتلل چې د کومو په حقله يې چې د حِتيانو په مخکښې فرمائيلى وُو، د هغه وخت د سوداګرو د وزن مطابق، څلور سوه د سپينو زرو سيکې.</verse>
				<verse number="17">نو داسې اِبراهيم د عِفرون نه هغه د ممرۍ سره نزدې مکفيله په علاقه کښې هغه پټے واخستلو. پټے سره د هغه غار او ګېرچاپېره چې څومره ونې وې.</verse>
				<verse number="18">د ښار په دروازه کښې د جرګې د ټولو سړو په مخکښې دا زمکه د اِبراهيم شوه چرته چې حِتيان د دې ګواهان وُو.</verse>
				<verse number="19">د دې نه پس، اِبراهيم خپله ښځه ساره په کنعان وطن کښې د مکفيله د پټى په غار کښې ښخه کړه</verse>
				<verse number="20">چې کوم يې د حِتيانو نه اخستے وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">اِبراهيم اوس د ډېر عُمر وو. مالِک خُدائ هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے وو.</verse>
				<verse number="2">يوه ورځ، اِبراهيم خپل مشر نوکر راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”زما سره يو پوخ لوظ وکړه،</verse>
				<verse number="3">د مالِک خُدائ په نوم زۀ تا له قسم درکوم، د هغه خُدائ پاک چې په آسمان او زمکه بادشاهى کوى، چې تۀ به زما زوئ اِسحاق دپاره د دې ځائ د کنعان په خلقو کښې ښځه نۀ خوښوې.</verse>
				<verse number="4">په ځائ د دې، واپس هغه مُلک ته لاړ شه چې چرته زۀ پېدا شوے وم. او زما زوئ اِسحاق له زما په خپلوانو کښې ښځه وګوره.“</verse>
				<verse number="5">خو نوکر ترې نه تپوس وکړو، ”کۀ هغه پېغله چې کومه زۀ خوښه کړم، دې مُلک ته زما سره نۀ راځى، نو بيا زۀ اِسحاق هغه مُلک ته واپس ولېږم څۀ د کوم نه چې تۀ راغلے يې؟“</verse>
				<verse number="6">اِبراهيم جواب ورکړو، ”نه، خيال کوه چې تۀ زما زوئ واپس هلته ونۀ لېږې.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ هغه خُدائ پاک چې د آسمانونو بادشاه دے زۀ د هغه مُلک نه چې چرته زۀ پېدا شوے وم دلته راوستم، ما ته يې وفرمائيل او لوظ يې راسره وکړو چې هغه به زما اولاد له دا زمکه ورکوى. چې کله تۀ هلته ځې، نو مالِک خُدائ به ستا نه مخکښې خپله يوه فرښته زما د زوئ دپاره ښځه لټولو کښې ستاسو مدد له راولېږى.</verse>
				<verse number="8">کۀ هغه ښځه تاسو سره د راتلو نه اِنکار کوى، نو خېر دے تۀ د لوظ نه آزاد يې. خو زما زوئ به هلته نۀ بوځې.“</verse>
				<verse number="9">نو نوکر د اِبراهيم سره پوخ لوظ وکړو چې هغه هر څۀ به وکړى چې هغۀ ته يې د کولو دپاره فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="10">د دې نه پس، هغه نوکر د اِبراهيم لس اوښان د ښو تُحفو سره بار کړل. بيا د شام شمال په طرف هغه ښار ته روان شو، چرته چې د اِبراهيم ورور نحور اوسېدو.</verse>
				<verse number="11">کله چې هغه هلته ورسېدو، هغۀ د ښار نه بهر د چينې سره نزدې اوښان کښېنول. دا د مازيګر وخت وو، چې کله ښځې اوبو وړلو له راووتلې.</verse>
				<verse number="12">نوکر دُعا وکړه، ”تۀ مالِکه خُدايه پاکه، زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک يې، ما نن کامياب کړه او زما د نېک سره خپله وعده پوره کړه.</verse>
				<verse number="13">زۀ دلته د هغه چينې سره يم چې چرته به د ښار پېغلې اوبۀ وړلو له راځى.</verse>
				<verse number="14">چې کومې جينۍ ته زۀ وايم چې لږ منګے راټيټ کړه، چې اوبۀ وڅښم، کۀ هغه ووائى چې وڅښه او زۀ به ستا اوښانو له هم اوبۀ راوړم، چې دا هم هغه وى چې تا خپل خِدمت کوونکى اِسحاق له خوښه کړې ده. کۀ داسې وشى، نو ما ته به پته ولګى چې تا زما د نېک سره خپله وعده پوره کړې ده.“</verse>
				<verse number="15">د دُعا ختمولو نه مخکښې، رِبقه چې د هغې په اوږو منګے وو راووتله. هغه د بتو‌اېل لور وه، چې هغه د اِبراهيم د ورور نحور او د هغۀ د ښځې مِلکاه زوئ وو.</verse>
				<verse number="16">هغه ډېره ښائسته جينۍ وه او لا وادۀ شوې نۀ وه. هغه لاندې چينې ته لاړه، منګے يې ډک کړو او راوختله.</verse>
				<verse number="17">د اِبراهيم نوکر د مِلاوېدو دپاره هغې له ورمنډه کړل او ورته يې ووئيل، ”ستا د منګى نه ما له لږې اوبۀ راکړه.“</verse>
				<verse number="18">هغې ووئيل، ”وڅښه، صاحِبه.“ او هغې زر د خپل ولى نه منګے راټيټ کړو او چې هغۀ اوبۀ څښلې نو منګے يې ورته نيولے وو.</verse>
				<verse number="19">چې کله هغې اوبۀ ورکړې، هغې ووئيل، ”زۀ به ستا اوښانو له هم اوبۀ راوړم تر هغه پورې چې تنده يې ماته شى.“</verse>
				<verse number="20">هغې زر زر د څاروو د اوبو په سبيل کښې منګے تشولو او چينې ته به د نورو اوبو دپاره په منډه تله، تر دې پورې چې ټولو اوښانو ښۀ وڅښلې.</verse>
				<verse number="21">د هغه سړى په هغې باندې نظر وو او غلے ولاړ وو، چې معلوم کړى چې مالِک خُدائ هغۀ له په سفر کښې کاميابى ورکړې ده کۀ نه.</verse>
				<verse number="22">چې کله اوښانو اوبۀ وڅښلې، هغه سړى د سرو زرو يوه قيمتى نتکۍ هغې ته ورپه پوزه کړه او دوه درنې د سرو زرو کَړى يې ورپه لاس کړې.</verse>
				<verse number="23">هغۀ ووئيل، ”ما ته ووايه چې ستا پلار څوک دے، د هغۀ په کور کښې زمونږ د شپې تېرولو ځائ شته؟“</verse>
				<verse number="24">هغې جواب ورکړو، ”زما پلار بتو‌اېل دے، چې د نحور او مِلکاه زوئ دے.</verse>
				<verse number="25">مونږ سره ډېر بوس او واښۀ شته او ستاسو د پاتې کېدو دپاره حُجره هم شته.“</verse>
				<verse number="26">بيا هغه سړى خپل سر ټيټ کړو او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو.</verse>
				<verse number="27">هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ په رښتيا زما د نېک سره خپله وعده پوره کړې ده. مالِک خُدائ زما د نېک خپلوانو ته زۀ نېغ راوستلم.“</verse>
				<verse number="28">جينۍ کور ته منډه کړه او خپلې مور او نورو ټولو ښځو ته يې ټوله قيصه تېره کړه.</verse>
				<verse number="29">د رِبقې يو ورور وو چې نوم يې لابن وو، هغۀ بهر د چينې طرف ته منډه کړه چې چرته د اِبراهيم نوکر وو.</verse>
				<verse number="30">لابن د خپلې خور په پوزه نتکۍ او د هغې په لاسونو کَړې ليدلې وې. او رِبقې دا خبره کوله چې لابن واورېدل څۀ چې هغه سړى وئيلى وُو. هغه د اِبراهيم نوکر له ورَغلو چې هغه د خپلو اوښانو سره د چينې سره ولاړ وو،</verse>
				<verse number="31">او لابن ورته ووئيل، ”ما سره کور ته لاړ شه. تۀ هغه سړے يې چې مالِک خُدائ برکت درکړے دے. تۀ دلته بهر ولې ولاړ يې؟ ما په خپل کور کښې ستا دپاره ځائ تيار کړے دے او هلته ستا د اوښانو دپاره هم ځائ شته.“</verse>
				<verse number="32">نو هغه سړے دننه کور ته لاړو او لابن د اوښانو نه بارونه کوز کړل او بوس او واښۀ يې ورته واچول. بيا هغۀ د اِبراهيم د نوکر او د هغۀ د سړو دپاره اوبۀ راوړې چې خپلې پښې ووينځى.</verse>
				<verse number="33">چې روټۍ يې کله راوړه، هغه سړى ووئيل، ”تر هغه پورې به زۀ خوراک نۀ کوم چې تر کومې پورې ما هغه څۀ وئيلى نۀ وى چې څۀ وئيل غواړم.“ لابن ووئيل، ”ټيک ده ووايه.“</verse>
				<verse number="34">هغۀ خبره شروع کړه، ”زۀ د اِبراهيم نوکر يم.</verse>
				<verse number="35">مالِک خُدائ زما نېک له ډېر زيات برکت ورکړے دے او هغه يې ډېر مالدار کړے دے. هغۀ له يې د ګډو او چېلو رَمې، څاروى، سپين زر، سرۀ زر، غلامان او وينځې، اوښان او خرۀ هم ورکړى دى.</verse>
				<verse number="36">زما د نېک د ښځې ساره نه چې کله هغه بوډۍ وه د هغۀ يو زوئ وشو او زما نېک هغۀ له خپل هر څۀ ورکړى دى.</verse>
				<verse number="37">زما نېک زما نه دا پوخ لوظ اخستے دے چې د هغۀ حُکم به منم. هغۀ وفرمائيل، د کنعان د مُلک د پېغلو نه زما زوئ له ښځه مۀ خوښوه.</verse>
				<verse number="38">خو زما د پلار خلقو، زما خپلوانو له لاړ شه او د هغۀ دپاره ښځه خوښه کړه.</verse>
				<verse number="39">او ما د خپل نېک نه تپوس وکړو، فرض کړه کۀ هغه ښځه زما سره نۀ راځى نو بيا؟</verse>
				<verse number="40">هغۀ جواب راکړو چې مالِک خُدائ، چې د کوم ما همېشه فرمانبردارى کړې ده، هغه به خپله فرښته تا ته درولېږى او کاميابى به درکړى. تۀ به زما د زوئ دپاره زما د خپلو خلقو نه، زما د پلار د خاندان نه، يوه ښځه پېدا کړې.</verse>
				<verse number="41">ستا دپاره صِرف يوه لار شته چې د لوظ نه آزاد شې، هغه دا چې کۀ تۀ زما خپلوانو له لاړ شې او هغوئ تا ته اِنکار وکړى، نو بيا به تۀ آزاد يې.</verse>
				<verse number="42">چې نن زۀ چينې ته راغلم، ما مالِک خُدائ ته سوال وکړو، اے مالِکه خُدايه، زما د نېک اِبراهيم خُدايه پاکه، ما له په سفر کښې کاميابى راکړه.</verse>
				<verse number="43">زۀ دلته د چينې سره يم، کله چې يوه جينۍ اوبو وړلو له راشى، نو زۀ به ورته ووايم چې ما له د خپل منګى نه لږې اوبۀ راکړئ.</verse>
				<verse number="44">کۀ هغه ما له او زما اوښانو له هم اوبۀ ورکول وغواړى، چې دا هم هغه ښځه وى چې تا زما د نېک د زوئ دپاره خوښه کړې ده.</verse>
				<verse number="45">د هغې نه مخکښې چې ما پټه په زړۀ کښې دُعا ختمه کړې وه، رِبقه چې د هغې په اوږه منګے وو راغله او لاندې چينې ته لاړه. ما هغې ته ووئيل چې، څښلو له لږې اوبۀ راکړه.</verse>
				<verse number="46">هغې زر د خپل ولى نه منګے راټيټ کړو او وې وئيل، اوبۀ وڅښه او زۀ به ستا اوښانو له هم اوبۀ ورکړم. نو ما هم اوبۀ وڅښلې او اوښانو له يې هم ورکړې.</verse>
				<verse number="47">ما د هغې نه تپوس وکړو، ستا پلار څوک دے؟ نو هغې جواب راکړو، زما پلار بتو‌اېل دے چې د نحور او مِلکاه زوئ دے. بيا ما هغې له نتکۍ ورپه پوزه کړه او کَړى مې ورپه لاس کړې.</verse>
				<verse number="48">ما خپل سر ټيټ کړو او د مالِک خُدائ عبادت مې وکړو. ما د مالِک خُدائ ثناء ووئيله، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ زۀ نېغ زما د نېک نوسۍ له راوستلم چې هغه د اِسحاق ښځه جوړه شى.</verse>
				<verse number="49">نو کۀ تۀ زما د نېک سره خپله ذمه وارى پوره کول غواړې او ښۀ سلوک ورسره کوې، نو ما ته ووايه او کۀ نۀ وى نو هم ووايه، بيا به زۀ فېصله وکړم چې ما له څۀ کول په کار دى.“</verse>
				<verse number="50">لابن او بتو‌اېل جواب ورکړو، ”دا خبره د مالِک خُدائ نه راپېښه ده او مونږ ورته ښۀ يا بد نۀ شُو وئيلے.</verse>
				<verse number="51">دا رِبقه ده، د ځان سره يې بوځه. هغه دې ستا د نېک د زوئ ښځه شى، لکه چې څنګه مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى.“</verse>
				<verse number="52">چې کله د اِبراهيم نوکر دا خبره واورېده، هغه ټيټ شو او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو.</verse>
				<verse number="53">بيا هغۀ ورله جامې، سپين زر او د سرو زرو کالى راوويستل او رِبقې له يې ورکړل. هغۀ د هغې ورور او مور له هم قيمتى تُحفې ورکړې.</verse>
				<verse number="54">د دې نه پس، د اِبراهيم نوکر او د هغۀ سره نورو سړو خوراک څښاک وکړو او هلته يې شپه تېره کړه. چې کله هغوئ سحر پاڅېدل، هغۀ ووئيل، ”ما خپل نېک له واپس ولېږه.“</verse>
				<verse number="55">خو د رِبقې ورور او د هغې مور ووئيل، ”کم از کم لسو ورځو له دې هغه زمونږ سره ايساره شى، نو بيا دې لاړه شى.“</verse>
				<verse number="56">خو هغۀ ووئيل، ”مونږ مۀ ايساروئ. مالِک خُدائ زما سفر کامياب کړے دے، ما خپل نېک له واپس ولېږئ.“</verse>
				<verse number="57">هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ به رِبقه راوغواړُو او د هغې نه به تپوس وکړُو چې هغه څۀ وائى.“</verse>
				<verse number="58">نو هغوئ رِبقه راوغوښته او تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ د دې سړى سره تلل غواړې څۀ؟“ هغې جواب ورکړو، ”آو، زۀ به لاړه شم.“</verse>
				<verse number="59">نو هغوئ رِبقه او د کور مشره خِدمتګاره او نورې نوکرانې د اِبراهيم د نوکر او د هغۀ د سړو سره لېږلو ته راضى شول.</verse>
				<verse number="60">او دوئ د رِبقې دپاره برکت وغوښتلو او ورته يې ووئيل چې، ”خورې تۀ دې د زرګونو مور شې، ستا اولاد دې د خپلو دشمنانو په ښارونو بريالے شى.“</verse>
				<verse number="61">بيا رِبقه او د هغې نوکرانې تيارې شوې او په اوښانو سورې شوې چې د اِبراهيم د نوکر سره لاړې شى او دوئ ټول روان شول.</verse>
				<verse number="62">اِسحاق د بير‌لحى‌روۍ نه راغلے وو. او د کنعان صحرا کښې ايسار وو.</verse>
				<verse number="63">هغه ماښام په پټو کښې چکر لګولو له ووتلو او څۀ ګورى چې اوښان راروان وُو.</verse>
				<verse number="64">چې کله رِبقې اِسحاق وليدلو، هغه د خپل اوښ نه کوزه شوه</verse>
				<verse number="65">او د اِبراهيم نوکر نه يې تپوس وکړو، ”هغه سړے چې په پټى کښې زمونږ طرف ته راروان دے څوک دے؟“ نوکر جواب ورکړو، ”هغه زما نېک دے.“ نو هغې څادر واخستلو او خپل مخ يې پټ کړو.</verse>
				<verse number="66">نوکر هغه هر څۀ اِسحاق ته ووئيل چې څۀ يې کړى وُو.</verse>
				<verse number="67">بيا اِسحاق رِبقه خپلې هغه خېمې ته راوستله چې د هغۀ مور ساره په کښې اوسېدلې وه او هغه يې ښځه شوه. اِسحاق د رِبقه سره مينه کوله، نو هغۀ ته د خپلې مور د مرګ نه پس آرام مِلاو شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">بيا اِبراهيم بله ښځه وکړه، چې د هغې نوم قطوره وو.</verse>
				<verse number="2">د هغې نه يې زمران، يُقسان، مِدان، ميديان، اسباق او سوخ پېدا شول.</verse>
				<verse number="3">يُقسان د شيبا او د ددان پلار وو او د ددان اولاد اسورى، لطُوسى او لومى وُو.</verse>
				<verse number="4">د ميديان زامن عيفه، عِفر، حنوک، ابيداع او اِلدعا وُو. دا ټول د قطوره اولاد وُو.</verse>
				<verse number="5">اِبراهيم چې څۀ هم لرل هغه يې اِسحاق له ورکړل،</verse>
				<verse number="6">هغۀ په خپل ژوندون کښې هغه زامنو له تُحفې ورکړې چې د هغۀ د وينځو نه پېدا شوى وُو. بيا هغۀ دا زامن د خپل زوئ اِسحاق نه لرې، د نمرخاتۀ مُلک ته ولېږل.</verse>
				<verse number="7">چې اِبراهيم د يو سل پينځۀ اوياؤ کالو عُمر ته ورسېدو،</verse>
				<verse number="8">نو اِبراهيم ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې په حق ورسېدو او د ډېر عُمر سړے وو.</verse>
				<verse number="9">د هغۀ زامنو اِسحاق او اِسمٰعيل، د ممرۍ سره نزدې د صحر د زوئ عِفرون حِتى په پټى کښې، د مکفيله په غار کښې ښخ کړو.</verse>
				<verse number="10">دا هغه پټے وو چې اِبراهيم د حِتيانو نه اخستے وو، اِبراهيم او د هغۀ ښځه ساره دواړه هلته ښخ شُو.</verse>
				<verse number="11">د اِبراهيم د مرګ نه پس، خُدائ پاک د هغۀ زوئ اِسحاق له برکت ورکړو، چې هغه بير‌لحى‌روۍ ته نزدې اوسېدو.</verse>
				<verse number="12">دا د اِبراهيم د زوئ اِسمٰعيل اولاد دے، اِسمٰعيل د هاجِرې مِصرۍ زوئ وو څوک چې د ساره وينځه وه.</verse>
				<verse number="13">دا د اِسمٰعيل زامن وُو، چې په دې ترتيب سره پېدا شوى وُو، نبايوت، قيدار، ادبئيل، مِبسام،</verse>
				<verse number="14">مِشماع، دومه، مسا،</verse>
				<verse number="15">حدد، تيما، يطور، نفيس او قِدمه.</verse>
				<verse number="16">دوئ د دولسو قبيلو پلاران وُو او د دوئ نومونه د دوئ په کلو او د اوسېدو ځايونو باندې اېښے شوى وُو.</verse>
				<verse number="17">اِسمٰعيل د يو سل اووۀ دېرشو کالو وو چې ساه يې ورکړه او په حق ورسېدو.</verse>
				<verse number="18">د اِسمٰعيل اولاد د حويله او شور علاقې په مينځ کښې اوسېدل، دا د اسور په لاره مِصر سره نزدې وو. دوئ د اِبراهيم د نور اولاد نه جدا اوسېدل.</verse>
				<verse number="19">دا د اِبراهيم د زوئ اِسحاق قيصه ده.</verse>
				<verse number="20">اِسحاق د څلوېښتو کالو وو چې کله هغۀ د رِبقې، د بتو‌اېل لور، د لابن خور سره وادۀ وکړو. دوئ د مسوپتاميه آرامى وُو.</verse>
				<verse number="21">اِسحاق مالِک خُدائ ته د خپلې ښځې دپاره سوال وکړو، ځکه چې هغه شنډه وه. مالِک خُدائ د هغۀ آواز واورېدو او رِبقه اُميدواره شوه.</verse>
				<verse number="22">د هغې جوړه بچى پېدا کېدونکى وُو او د پېدا کېدو نه مخکښې دوئ د مور په خېټه کښې په ضد شول. نو هغې د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”په ما داسې ولې کيږى؟“</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ هغې ته وفرمائيل، ”ستا په خېټه کښې دوه قومونه دى، ستا نه دوه پېدا کېدونکى قومونه به د يو بل خِلاف وى. يو به د بل نه طاقتور وى، مشر به د کشر خِدمت کوى.“</verse>
				<verse number="24">د هغې د بچو د پېدا کېدو وخت راغلو او د هغې جوړه زامن پېدا شول.</verse>
				<verse number="25">هغه مشر د رنګه سور وو او د هغۀ څرمن د ببرې چُوغې په شان وه، نو د هغۀ نوم يې عِيسو کېښودو.</verse>
				<verse number="26">هغه دوېم د عِيسو پونده کلکه نيولې وه، نو د هغۀ نوم يعقوب شو. اِسحاق د شپېتو کالو وو چې دوئ پېدا شول.</verse>
				<verse number="27">هلکان لوئ شول او عِيسو يو تکړه ښکارى شو او د هغۀ بهر ګرځېدل خوښ وُو، خو يعقوب غلے سړے وو چې د کور نه به نۀ وتلو.</verse>
				<verse number="28">عِيسو په اِسحاق ګران وو، ځکه چې عِيسو به کوم ځناور ښکار کړل نو اِسحاق د دې د خوړلو شوقين وو، خو په رِبقه يعقوب ګران وو.</verse>
				<verse number="29">يوه ورځ چې کله يعقوب د کُرخو ښوروا پخوله، عِيسو د ښکار نه راغلو. هغه اوږے وو</verse>
				<verse number="30">او يعقوب ته يې ووئيل، ”زۀ د لوږې نه مرم، ما له لږه دا د سور رنګ ښوروا راکړه.“ نو ځکه د هغۀ نوم ادوم شو.</verse>
				<verse number="31">يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ به دا تا له په دې شرط درکړم کۀ تۀ ما له د خپلې مشرۍ حقُونه راکوې.“</verse>
				<verse number="32">عِيسو ووئيل، ”ټيک ده، زۀ مرم، بيا به زما دا مشرتوب ما له څۀ فائده راکړى؟“</verse>
				<verse number="33">يعقوب جواب ورکړو، ”اول زما سره دا لوظ وکړه چې تۀ به خپل ټول حقُونه ما له راکوې.“ نو عِيسو ورسره لوظ وکړو او يعقوب ته يې خپل حقُونه ورکړل.</verse>
				<verse number="34">بيا يعقوب هغۀ له روټۍ او څۀ ښوروا ورکړه. هغۀ خوراک څښاک وکړو او بيا پاڅېدو او لاړو. نو داسې عِيسو د خپلې مشرۍ حقُونو ته سپک وکتل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">د هغې نه وروستو، په هغه مُلک کښې يو بل قحط راغلو لکه څنګه چې مخکښې د اِبراهيم په وخت کښې راغلے وو. اِسحاق په جرار کښې، د فلستيانو بادشاه ابى‌مَلِک له ورَغلو.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ اِسحاق ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”مِصر ته مۀ ځه، په دې مُلک کښې اوسېږه، کوم ځائ چې زۀ درته ښايم.</verse>
				<verse number="3">دلته اوسېږه او زۀ به ستا مل شم او برکت به درکړم. زۀ دا ټوله علاقه تا او ستا اولاد له درکوم. ما چې کومه وعده ستا پلار اِبراهيم سره کړې ده زۀ به هغه پوره کړم.</verse>
				<verse number="4">زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم لکه چې په آسمان کښې ستورى دى او زۀ به هغوئ له دا ټوله علاقه ورکړم. ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى.</verse>
				<verse number="5">زۀ به تا له برکت درکړم، ځکه چې اِبراهيم زما تابعدارى کړې ده او زما ټول قانونونه او حُکمونه يې پوره کړى دى.“</verse>
				<verse number="6">نو اِسحاق په جرار کښې اوسېدو.</verse>
				<verse number="7">کله چې د هغه ځائ خلقو د هغۀ د ښځې په حقله تپوس وکړو، هغۀ ووئيل چې، ”هغه زما خور ده.“ هغۀ دا اِقرار ونۀ کړو چې هغه يې ښځه ده، هغه يرېدو چې هسې نه چې خلق يې مړ کړى او رِبقه به ترې نه بوځى، ځکه چې هغه ډېره ښائسته وه.</verse>
				<verse number="8">د اِسحاق هلته د ډېر وخت اوسېدو نه پس، د فلستيانو بادشاه ابى‌مَلِک د کړکۍ نه لاندې وکتل او وې ليدل چې اِسحاق خپله ښځه رِبقه راغاړه ايستله.</verse>
				<verse number="9">ابى‌مَلِک اِسحاق راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”نو دا معلومه شوه چې هغه ستا ښځه ده، تا ولې وئيلى دى چې هغه ستا خور ده؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”زما خيال دا وو چې کۀ دا مې ووئيل چې هغه زما ښځه ده نو زۀ به ووژلے شم.“</verse>
				<verse number="10">ابى‌مَلِک ورته ووئيل، ”دا تا زمونږ سره څۀ کړى دى؟ زما د خلقو نه يو سړے په آسانۍ سره ستا د ښځې سره څملاستے شو او تا به مونږ ګناهګار کړى وُو.“</verse>
				<verse number="11">ابى‌مَلِک ټولو خلقو له خبردارے ورکړو، ”کۀ څوک دې سړى يا د هغۀ ښځې له په بد نېت لاس وروړى نو خامخا به وژلے شى.“</verse>
				<verse number="12">چې کله هغه هلته اوسېدو، اِسحاق هلته زمکه وکَرله او په هغه کال يې چې څومره کَرلى وُو د هغې نه يو په سل زيات فصل يې وشو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له برکت ورکړو.</verse>
				<verse number="13">هغه مالدار کېدو او لوئ سړے شو.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې د هغۀ ډېر نوکران، چېلۍ او څاروى او د ګډو ډېرې رَمې وې، خو په فلستيانو هغه بد لګېدو.</verse>
				<verse number="15">چې کوم کوهى د اِبراهيم په ژوند د اِبراهيم نوکرانو کنستلى وُو نو فلستيانو هغه کوهى بند کړل او د خاورو نه يې ډک کړل.</verse>
				<verse number="16">ابى‌مَلِک اِسحاق ته ووئيل، ”زمونږ د مُلک نه بهر شه. تۀ زمونږ نه زيات تکړه شوے يې.“</verse>
				<verse number="17">نو اِسحاق لاړو او د جرار په مېدان کښې يې خېمه ولګوله، چې هلته د څۀ وخت دپاره ايسار شو.</verse>
				<verse number="18">هغۀ يو ځل بيا هغه کوهى وکنستل کوم چې د اِبراهيم په وخت کښې کنستلے شوى وُو او فلستيانو د اِبراهيم د مرګ نه پس بند کړى وُو. اِسحاق به هغه کوهى ته هم هغه نومونه اخستل کوم چې د هغۀ پلار پرې اېښى وُو.</verse>
				<verse number="19">د اِسحاق نوکرانو په مېدان کښې يو کوهے کنستلو او هلته يې د اوبو يوه چينه وموندله.</verse>
				<verse number="20">د جرار شپونکى د اِسحاق د شپونکو سره په جګړه شول او وې وئيل چې، ”دا اوبۀ زمونږ دى.“ نو اِسحاق په هغه کوهى ”عِسق“ نوم کېښودو، ځکه چې هغوئ د هغۀ سره جنګ وکړو.</verse>
				<verse number="21">د اِسحاق نوکرانو يو بل کوهے وکنستلو او په هغې باندې هم جګړه وشوه، نو په هغې يې ”سِتنه“ نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="22">هغه د دې ځائ نه لاړو او يو بل کوهے يې وکنستلو. او په هغې باندې هيڅ لانجه جوړه نۀ شوه، نو هغۀ په دې کوهى باندې ”رحوبوت“ نوم کېښودو. هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ اوس زمونږ دپاره يو ځائ جوړ کړے دے چې په دې مُلک کښې اوسيږو او مونږ به دلته آباد شُو.“</verse>
				<verse number="23">اِسحاق د دې ځائ نه بيرسبع ته لاړو.</verse>
				<verse number="24">په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار اِبراهيم خُدائ پاک يم. يرېږه مه، زۀ ستا مل يم. زۀ به تا له برکت درکړم او د خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم سره زما د وعدې په ذريعه به تا له ډېر اولاد درکوم.“</verse>
				<verse number="25">اِسحاق هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو. بيا هغۀ هلته خپله خېمه ولګوله او د هغۀ نوکرانو بل کوهے وکنستلو.</verse>
				<verse number="26">ابى‌مَلِک د جرار نه د خپل مشير اخوزت او د خپل لښکر مشر فيکُل سره د اِسحاق سره مِلاوېدو دپاره راغلو.</verse>
				<verse number="27">نو اِسحاق ترې تپوس وکړو، ”تۀ اوس ما سره مِلاوېدو له ولې راغلے يې، چې تۀ مخکښې ما سره ډېر بد وې او زۀ دې د خپل مُلک نه بهر کړم؟“</verse>
				<verse number="28">هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ ته صفا پته ولګېده چې مالِک خُدائ ستا مل دے او زمونږ خيال دا دے چې زمونږ په مينځ کښې يو پوخ لوظ په کار دے. مونږ تا سره لوظ کول غواړُو</verse>
				<verse number="29">چې تۀ به مونږ ته نقصان نۀ رسوې، لکه چې څنګه مونږ تا ته نقصان نۀ دے رسولے، او مونږ هيڅ بد تا سره نۀ دى کړى او په امن سره ژوند تېرولو ته مو پرېښودلے وې. او بې‌شکه چې مالِک خُدائ تا له برکت درکړے دے.“</verse>
				<verse number="30">اِسحاق هغوئ له غټه مېلمستيا وکړه او هغوئ خوراک څښاک وکړو.</verse>
				<verse number="31">هغوئ سحر وختى پاڅېدل او يو بل ته يې قسمونه وکړل. اِسحاق هغوئ رُخصت کړل او هغوئ د هغۀ نه په سلامتۍ سره لاړل.</verse>
				<verse number="32">هم په هغه ورځ د اِسحاق نوکران راغلل او هغۀ ته يې د هغه کوهى په حقله ووئيل چې کوم هغوئ کنستلے وو. هغوئ ووئيل، ”مونږ اوبۀ موندلې دى.“</verse>
				<verse number="33">هغۀ په هغه کوهى ”سبع“ نوم کېښودو. او تر ننه پورې د هغه ښار نوم بيرسبع دے.</verse>
				<verse number="34">چې کله عِيسو د څلوېښتو کالو وو، هغۀ دوه حِتۍ ښځې د بيرۍ لور يهودِت او د ايلون لور باسمت وادۀ کړې.</verse>
				<verse number="35">هغوئ د اِسحاق او رِبقه ژوند تريخ کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">چې کله اِسحاق ضعيف شو او نظر يې کار پرېښودو، هغۀ خپل مشر زوئ عِيسو راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اے زما زويه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”جى، زۀ حاضر يم.“</verse>
				<verse number="2">اِسحاق ورته وفرمائيل چې، ”ګوره، زۀ ضعيف يم او کېدے شى چې زر وفات شم.</verse>
				<verse number="3">خپل غشى او لينده راواخله، بهر پټو ته لاړ شه او زما دپاره ښکار وکړه.</verse>
				<verse number="4">ما له زما د خوښې مزېدار خوراک پوخ کړه او ما له يې راوړه. چې کله هغه زۀ وخورم، نو زۀ به تا له زما د مرګ نه مخکښې خپل آخرى برکت درکړم.“</verse>
				<verse number="5">چې کله اِسحاق عِيسو ته دا خبرې کولې، نو رِبقې اورېدلې. او چې عِيسو پټو ته ښکار دپاره لاړو،</verse>
				<verse number="6">نو رِبقې يعقوب ته ووئيل، ”ګوره، ما ستا د پلار نه د عِيسو سره دا خبرې واورېدې چې،</verse>
				<verse number="7">ما له د ښکار غوښه راوړه او ما له يې پخه کړه. چې کله هغه وخورم، نو د مرګ نه مخکښې به د مالِک خُدائ په وړاندې خپل برکت تا له درکړم.“</verse>
				<verse number="8">رِبقې ورته وئيل، ”اوس زما زويه، زما خبره واوره او چې څۀ درته وايم هم هغه شان وکړه.</verse>
				<verse number="9">رَمې ته لاړ شه او دوه څاربۀ د چېلۍ بچى راونيسه، نو زۀ به ترې مزېدار خوراک پوخ کړم کوم خوراک چې ستا د پلار ډېر خوښ دے.</verse>
				<verse number="10">هغه تۀ خپل پلار له يوسه چې يې وخورى، نو د مرګ نه مخکښې به هغه تا له خپل برکت درکړى.“</verse>
				<verse number="11">خو يعقوب خپلې مور ته وفرمائيل، ”تا ته پته ده چې د عِيسو په څرمن وېښتۀ شته خو زما په څرمن وېښتۀ نشته.</verse>
				<verse number="12">کېدے شى چې زما پلار ما له لاس راوړى او هغۀ ته پته ولګى چې زۀ يې دوکه کوم، نو زۀ به په خپل ځان د برکت په ځائ لعنت راوړم.“</verse>
				<verse number="13">د هغۀ مور ورته ووئيل، ”زما زويه، ستا لعنت دې په ما شى، بس هغه څۀ وکړه څۀ چې زۀ درته وايم، لاړ شه او ما له د چېلۍ بچى راوله.“</verse>
				<verse number="14">نو هغه لاړو او هغه يې راونيول او خپلې مور له يې راوستل او د هغۀ مور هغه مزېدار خوراک پوخ کړو کوم چې د هغۀ د پلار ډېر خوښ وو.</verse>
				<verse number="15">بيا هغې د عِيسو هغه خاص جامې راواخستلې، چې کومې هغې ورله په کور کښې ساتلې وې او خپل کشر زوئ يعقوب ته يې ورواغوستلې.</verse>
				<verse number="16">هغې د چېلۍ د بچو څرمنې د هغۀ لاسونو او د هغۀ څټ ته هم ورواغوستلې چرته چې وېښتۀ نۀ وُو.</verse>
				<verse number="17">رِبقې هغۀ له هغه مزېدار خوراک ورکړو او چې کومه روټۍ يې پخه کړې وه هغه يې هم ورکړه.</verse>
				<verse number="18">بيا يعقوب خپل پلار له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”زما پلاره.“ هغۀ جواب ورکړو، ”ښه، تۀ زما کوم زوئ يې؟“</verse>
				<verse number="19">يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ ستا مشر زوئ عِيسو يم، ما هم هغه شان کړى دى چې څنګه تا ما ته وفرمائيل. اوس لږ کښېنه او د ښکار غوښه وخوره چې کومه ما درله راوړې ده، نو تۀ به ما له خپل برکت راکړې.“</verse>
				<verse number="20">اِسحاق ورته وفرمائيل، ”زما زويه، دومره زر تا ښکار څنګه وکړو؟“ يعقوب جواب ورکړو، ”مالِک خُدائ، ستا خُدائ پاک زۀ کامياب کړم.“</verse>
				<verse number="21">اِسحاق يعقوب ته وفرمائيل، ”زما زويه، لږ رانزدې شه چې تا له لاس دروړم. تۀ په رښتيا عِيسو يې څۀ؟“</verse>
				<verse number="22">يعقوب خپل پلار ته ورنزدې شو، هغۀ له يې لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”ستا آواز د يعقوب د آواز په شان دے، خو ستا لاسونه د عِيسو د لاسونو په شان دى.“</verse>
				<verse number="23">هغۀ يعقوب ونۀ پېژندلو، ځکه چې د هغۀ لاسونه د عِيسو په شان د وېښتو نه ډک وُو. يعقوب هغۀ له د برکت په ورکولو وو،</verse>
				<verse number="24">خو چې بيا يې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ په رښتيا عِيسو يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زۀ عِيسو يم کنه.“</verse>
				<verse number="25">اِسحاق وفرمائيل، ”ما له د ښکار غوښه لږه رانزدې کړه. چې زۀ هغه وخورم، زۀ به تا له خپل برکت درکړم.“ يعقوب ورله هغه راوړه او هغۀ ورله څۀ مے هم څښلو له راوړل.</verse>
				<verse number="26">بيا د هغۀ پلار هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، رانزدې شه او ښُکل مې کړه.“</verse>
				<verse number="27">چې هغه ښُکلولو له ورته راغلو په اِسحاق د هغۀ د جامو بوئ ولګېدو، نو هغۀ خپل برکت ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”واه واه، زما د زوئ وږمه د پټو د بوئ په شان ده کوم له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے.</verse>
				<verse number="28">خُدائ پاک دې تا له د آسمان نه پرخه درکړى او ستا زمکه دې شنه کړى، هغه دې تا له ډېره زياته غله او مے درکړى،</verse>
				<verse number="29">قومونه دې ستا خِدمتګاران شى او خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې او ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى او چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“</verse>
				<verse number="30">چې کله اِسحاق خپل برکت ورکول ختم کړل، نو چې څنګه يعقوب لاړو، نو د هغۀ ورور عِيسو د ښکار نه راغلو.</verse>
				<verse number="31">هغۀ هم مزېدار خوراک پوخ کړو او هغه يې خپل پلار له راوړو. هغۀ وفرمائيل، ”پلاره، لږ راپاڅه او د ښکار غوښه وخوره چې کومه ما تا له راوړې ده، نو چې تۀ ما له خپل برکت راکړې.“</verse>
				<verse number="32">اِسحاق تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ستا مشر زوئ عِيسو يم.“</verse>
				<verse number="33">اِسحاق ويرېدو او ټول رپېدلو او هغۀ تپوس وکړو، ”نو بيا هغه څوک وو، چې ښکار يې وکړو او هغه غوښه يې ما له راوړه؟ ستا د راتلو نه لږ مخکښې ما هغه وخوړه. ما هغۀ له خپل آخرى برکت ورکړو، نو دا د هغۀ د همېشه دپاره دے.“</verse>
				<verse number="34">چې کله عِيسو دا واورېدل، هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل او وې فرمائيل، ”اے پلاره، ما له هم خپل برکت راکړه.“</verse>
				<verse number="35">اِسحاق جواب ورکړو، ”ستا ورور راغلو او دوکه يې کړم. هغۀ ستا برکت وړے دے.“</verse>
				<verse number="36">عِيسو وفرمائيل، ”په دې کښې هيڅ شک نشته د هغۀ نوم يعقوب دے. دا دوېم ځل دے چې هغۀ زما ځائ په چل نيولے دے، اول يې زما د مشرۍ حق واخستو او اوس يې زما برکت هم واخستو. تا زما دپاره برکت نۀ دے پرېښے څۀ؟“</verse>
				<verse number="37">اِسحاق جواب وکړو، ”ما هغه په تا اختيارمن کړے دے او ما د هغۀ ټول خپلوان د هغۀ نوکران کړى دى. ما هغۀ له غله او مے ورکړى دى. زما زويه، اوس داسې هيڅ هم نشته چې ستا دپاره يې زۀ وکړم.“</verse>
				<verse number="38">عِيسو خپل پلار ته سوال زارى کوله، ”پلاره، تا سره صِرف يو برکت وو څۀ؟ پلاره، ما له هم برکت راکړه.“ هغۀ ډېره زياته ژړا شروع کړه.</verse>
				<verse number="39">بيا اِسحاق هغۀ ته وفرمائيل، ”ستا دپاره به د آسمان نه پرخه نۀ وى، ستا دپاره به زمکه شنه نۀ وى.</verse>
				<verse number="40">تۀ به د خپلې تُورې په زور ژوند تېروې، خو د خپل ورور به تۀ غلام يې. چې کله تۀ باغى شې، نو د هغۀ پړى به وشلوې.“</verse>
				<verse number="41">عِيسو د يعقوب سره کينه ساتله، ځکه چې د هغۀ پلار، يعقوب له د هغۀ برکت ورکړے وو. هغۀ د خپل ځان سره وفرمائيل، ”زما د پلار مرګ نزدې دے، چې کله زما پلار وفات شى نو بيا به زۀ يعقوب ووژنم.“</verse>
				<verse number="42">خو رِبقه د خپل مشر زوئ عِيسو د دې خبرې نه خبر شوه، نو هغې يعقوب راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”دا خبره واوره. ستا ورور عِيسو بدل اخستل غواړى او تا وژل غواړى.</verse>
				<verse number="43">نو زما زويه، څۀ چې زۀ درته وايم هم هغه شان وکړه. سمدستى لابن له وتښته چې په حاران کښې دے،</verse>
				<verse number="44">او د هغۀ سره د څۀ وخت دپاره پاتې شه، چې ستا د ورور غصه سړه شى</verse>
				<verse number="45">او چې د هغۀ هغه څۀ هېر شى چې تا ورسره کړى دى. بيا به زۀ څوک درولېږم چې تا واپس راولى. زۀ دې خپل دواړه زامن په يوه ورځ ولې بايلم؟“</verse>
				<verse number="46">رِبقې اِسحاق ته ووئيل، ”زۀ د عِيسو د بل مُلک د ښځو په وجه په خپل ژوند کښې تنګه يم. کۀ يعقوب هم د دې مُلک د حِتۍ ښځو نه د يوې حِتۍ ښځې سره وادۀ وکړو، نو د دې نه به بيا زما دپاره مرګ ښۀ وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="28">
				<verse number="1">اِسحاق يعقوب راوغوښتلو، په مخه ښه يې ورته ووئيل او هغۀ له يې حُکم ورکړو، ”د يوې کنعانۍ جينۍ سره وادۀ ونۀ کړې.</verse>
				<verse number="2">سمدستى مسوپتاميه ته، د خپل نيکۀ بتو‌اېل کور ته لاړ شه او هلته د خپل ماما لابن د لوڼو نه يوې سره وادۀ وکړه.</verse>
				<verse number="3">قادر خُدائ دې ستا وادۀ بختور کړى او ډېر اولاد دې درکړى، نو تۀ به د ډېرو قومونو پلار شې.</verse>
				<verse number="4">هغه دې تا او ستا اولاد له برکت درکړى لکه څنګه چې هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړے وو. او دا مُلک دې ستا شى، چې په کوم کښې تۀ مسافر وې او چې کوم خُدائ پاک اِبراهيم له ورکړے وو.“</verse>
				<verse number="5">نو ځکه اِسحاق يعقوب په مسوپتاميه کښې، لابن له ولېږلو، چې هغه د بتو‌اېل آرامى زوئ وو او د رِبقې ورور وو، کومه چې د يعقوب او عِيسو مور وه.</verse>
				<verse number="6">عِيسو ته دا پته ولګېده چې اِسحاق يعقوب له برکت ورکړے وو او د ښځې لټولو دپاره يې هغه مسوپتاميه ته لېږلے دے. هغۀ ته دا هم پته وه چې کله اِسحاق هغۀ له برکت ورکړو نو يعقوب له يې حُکم ورکړو چې، ”د يوې کنعانۍ ښځې سره به وادۀ نۀ کوې.“</verse>
				<verse number="7">هغۀ ته پته ولګېده چې يعقوب د خپل پلار او مور خبره منلې ده او مسوپتاميه ته تلے دے.</verse>
				<verse number="8">نو عِيسو پوهه شو چې د هغۀ د پلار اِسحاق کنعانۍ ښځې خوښې نۀ دى.</verse>
				<verse number="9">نو هغه د اِبراهيم زوئ اِسمٰعيل له لاړو او د هغۀ لور محلت سره يې وادۀ وکړو، چې هغه د نبايوت خور وه.</verse>
				<verse number="10">يعقوب د بيرسبع نه لاړو او د حاران په طرف روان شو.</verse>
				<verse number="11">نمر په پرېوتو وو چې هغه يو خاص ځائ ته راغلو او په هغه شپه هلته پاتې شو. هغه د خوب دپاره څملاستو او خپل سر يې په يو کاڼے کېښودو.</verse>
				<verse number="12">هغۀ په خوب کښې وليدل چې يوه پوړۍ د زمکې نه آسمان پورې ختلې ده او دا يې هم وليدل چې د خُدائ پاک فرښتې په دې باندې بره ښکته، ختلې او راکوزېدلې.</verse>
				<verse number="13">او ګوره، هغۀ په خوب کښې وليدل چې مالِک خُدائ د هغۀ سره ولاړ وو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، د اِبراهيم او د اِسحاق خُدائ پاک يم، زۀ به تا او ستا اولاد له دا زمکه ورکوم چې په کومه تۀ ملاست يې.</verse>
				<verse number="14">هغوئ به د زمکې د شګو په شان زيات شى. دوئ به خپله علاقه په هر طرف خوره کړى، ستا او ستا د اولاد په وجه به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.</verse>
				<verse number="15">ياد ساته، زۀ به ستا مل يم او چې چرته هم ځې نو زۀ به ستا حِفاظت کوم او زۀ به تا واپس دې زمکې ته راولم. زۀ به تا تر هغې پورې نۀ پرېږدم چې ما تا سره خپله وعده پوره کړې نۀ وى.“</verse>
				<verse number="16">يعقوب د خوب نه پاڅېدو او وې فرمائيل، ”بې‌شکه چې مالِک خُدائ دلته دے، هغه په دې ځائ کښې دے، خو ما ته پته نۀ وه.“</verse>
				<verse number="17">هغه يرېدو او د ځان سره يې وفرمائيل، ”دا ځائ خو د يرې نه ډک دے. دا به خامخا د خُدائ پاک کور وى، دا به خامخا د آسمان دروازه وى.“</verse>
				<verse number="18">کله چې يعقوب سحر وختى پاڅېدو، هغه کاڼے يې راواخستلو چې په کوم يې سر اېښے وو او د يو يادګار په توګه يې ودرولو. بيا هغۀ په دې باندې تېل واچول چې خُدائ پاک ته وقف شى.</verse>
				<verse number="19">هغۀ په هغه ځائ بيت‌ايل نوم کېښودو. دا ښار مخکښې د لوز په نوم مشهور وو.</verse>
				<verse number="20">بيا يعقوب د خُدائ پاک سره وعده وکړه، ”کۀ تۀ زما مل يې او په دې سفر کښې زما حِفاظت کوې او ما له خوړلو له روټۍ راکوې او اغوستلو له جامې راکوې،</verse>
				<verse number="21">او کۀ زۀ په حِفاظت سره بيا د خپل پلار کور ته راشم، نو تۀ به زما خُدائ پاک يې.</verse>
				<verse number="22">دا د يادګار کاڼے چې کوم ما ودرولے دے، دا به هغه ځائ وى چې چرته به ستا عبادت کيږى او چې تۀ ما له څۀ راکوې د هغې لسمه برخه به زۀ خامخا تا له درکوم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="29">
				<verse number="1">بيا يعقوب په خپل سفر روان وو او د نمرخاتۀ په طرف د خلقو مُلک ته لاړو.</verse>
				<verse number="2">چې څنګه هغۀ وکتل نو هغۀ په مېدان کښې يو کوهے وليدو او وې ليدل چې درې رَمې ورسره پرتې وې. هغه رَمو به د دې کوهى نه اوبۀ څښلې او د هغه کوهى په خولۀ يوه غټه تيږه پرته وه.</verse>
				<verse number="3">او چې کله به ټولې رَمې هلته راغونډې شوې، نو شپانو به هغه تيږه لرې کوله او اوبۀ به يې ورکولې. بيا به هغوئ هغه تيږه واپس په خپل ځائ د کوهى په خولۀ کېښودله.</verse>
				<verse number="4">يعقوب د شپانو نه تپوس وکړو، ”زما وروڼو، تاسو د کوم ځائ يئ؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ د حاران يُو.“</verse>
				<verse number="5">هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تاسو د نحور نمسے، لابن پېژنئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”آو، مونږ يې پېژنو.“</verse>
				<verse number="6">هغۀ ترې تپوس وکړو، ”هغه څنګه دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”هغه ښۀ دے، ګوره، دلته د هغۀ لور راحيل د خپلو رَمو سره راروانه ده.“</verse>
				<verse number="7">يعقوب وفرمائيل، ”ګوره تر اوسه پورې نمر اوچت ولاړ دے او د رَمو د راغونډولو وخت لا نۀ دے، تاسو ولې اوبۀ نۀ ورکوئ او واپس يې څرولو له نۀ بوځئ؟“</verse>
				<verse number="8">هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ داسې تر هغې پورې نۀ شُو کولے چې ټولې رَمې راغونډې نۀ وى. او چې کله هغه تيږه لرې کړے شى، نو بيا به مونږ رَمو له اوبۀ ورکوو.“</verse>
				<verse number="9">يعقوب لا د هغوئ سره خبرې کولې چې راحيل د خپل پلار د رَمې سره راورسېدله، ځکه چې هغه شپونکۍ وه.</verse>
				<verse number="10">چې کله يعقوب خپله د ماما لور راحيل د هغې د پلار د رَمې سره وليده، نو هغه کوهى له ورَغلو، د کوهى د خولې نه يې تيږه لرې کړه او د لابن رَمو له يې اوبۀ ورکړې.</verse>
				<verse number="11">بيا يعقوب، راحيل ښُکل کړه او د خوشحالۍ نه په ژړا شو،</verse>
				<verse number="12">هغۀ راحيل ته وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار رشته‌دار، د رِبقې زوئ يم.“ هغې منډه کړه چې خپل پلار ته ووائى،</verse>
				<verse number="13">او چې کله لابن د خپل خورئى يعقوب په حقله واورېدل، نو هغۀ مِلاوېدو له ورمنډه کړه، هغۀ ته ورغاړه وتلو او ښُکل يې کړو او هغه يې کور ته دننه راوستلو. يعقوب لابن ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې څۀ شوى وُو.</verse>
				<verse number="14">لابن ووئيل، ”په رښتيا سره، تۀ زما خپله وينه يې.“ يعقوب هلته پوره مياشت ايسار شو.</verse>
				<verse number="15">لابن يعقوب ته ووئيل، ”تا له صِرف زما د خپلوالۍ په وجه زما خِدمت کول نۀ دى په کار. ما ته ووايه، چې تۀ به څومره مزدورى غواړې؟“</verse>
				<verse number="16">نو د لابن دوه لوڼه وې، د مشرې نوم لِياه او د کشرې راحيل وو.</verse>
				<verse number="17">د لِياه سترګې ښُکلې وې، خو راحيل د بدن نه ښُکلې وه.</verse>
				<verse number="18">يعقوب د راحيل سره مينه کوله، نو ځکه هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به ستا د کشرې لور راحيل دپاره ستا اووۀ کاله خِدمت کوم.“</verse>
				<verse number="19">لابن جواب ورکړو، ”هغه چې بل چا له ورکوم د هغې نه دا ښۀ ده چې تا له يې درکړم، دلته زما سره اوسېږه.“</verse>
				<verse number="20">نو يعقوب د راحيل دپاره اووۀ کاله خِدمت وکړو او هغه وخت په هغۀ باندې صِرف د يو څو ورځو په شان تېر شو، ځکه چې هغۀ د راحيل سره مينه کوله.</verse>
				<verse number="21">بيا يعقوب لابن ته وفرمائيل، ”هغه وخت پوره شوے دے، ستا لور راکړه چې وادۀ يې کړم.“</verse>
				<verse number="22">نو لابن د وادۀ روټۍ وکړه او ټول خلق يې راوغوښتل.</verse>
				<verse number="23">خو په هغه شپه، د راحيل په ځائ هغۀ لِياه يعقوب له بوتله او يعقوب د هغې سره څملاستو.</verse>
				<verse number="24">لابن خپله وينځه زِلفه خپلې لور لِياه له د خِدمتګارې په توګه ورکړه.</verse>
				<verse number="25">چې کله سحر شو، يعقوب ته پته ولګېده چې دا خو لِياه ده. هغه لابن له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”دا تا زما سره څۀ کړى دى؟ ما خو د راحيل دپاره خِدمت کړے دے. تا زۀ ولې دوکه کړم؟“</verse>
				<verse number="26">لابن جواب ورکړو، ”دلته دا رِواج نۀ دے چې کشره لور دې د مشرې نه مخکښې وادۀ شى.</verse>
				<verse number="27">صبر وکړه چې د وادۀ اوومه تېره شى، نو زۀ به راحيل هم تا له درکړم، خو کۀ تۀ زما نور اووۀ کاله خِدمت وکړې.“</verse>
				<verse number="28">يعقوب راضى شو او چې کله د وادۀ اووۀ ورځې پوره شوې، لابن هغۀ له خپله لور راحيل هم ورکړه چې ښځه يې شى.</verse>
				<verse number="29">لابن خپله وينځه بِلهاه خپلې لور راحيل له ورکړه چې خِدمتګاره يې شى.</verse>
				<verse number="30">يعقوب د راحيل سره هم څملاستو او هغۀ د هغې سره د لِياه نه زياته مينه کوله. بيا هغۀ د لابن نور اووۀ کاله خِدمت وکړو.</verse>
				<verse number="31">چې کله مالِک خُدائ دا وليدل چې د لِياه سره مينه نۀ کېدله، نو مالِک خُدائ هغې له اولاد ورکړو، خو راحيل شنډه پاتې شوه.</verse>
				<verse number="32">لِياه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. هغې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زۀ په تکليف کښې ليدلې يم او اوس به زما خاوند زما سره مينه کوى.“ نو د هغۀ نوم يې روبين کېښودو.</verse>
				<verse number="33">هغه بيا اُميدواره شوه او يو بل زوئ يې پېدا شو. نو هغې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما له دا زوئ هم راکړے دے، ځکه چې هغۀ ته پته وه چې زما نه کرکه کيږى.“ نو د هغۀ نوم يې شمعون کېښودو.</verse>
				<verse number="34">هغه يو ځل بيا اُميدواره شوه او د هغې يو بل زوئ وشو. هغې وفرمائيل، ”زما د خاوند زړۀ به اوس په ما پورې نور هم تړلے وى، ځکه چې زما نه د هغۀ درې زامن پېدا شول.“ نو د هغۀ نوم يې ليوى کېښودو.</verse>
				<verse number="35">بيا هغه يو ځل بيا اُميدواره شوه او يو بل زوئ يې پېدا شو. هغې وفرمائيل، ”دا ځل به زۀ د مالِک خُدائ ثناء ووايم.“ نو هغې د هغۀ نوم يهوداه کېښودو. بيا د هغې نور بچى پېدا نۀ شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="30">
				<verse number="1">خو د راحيل نه د يعقوب هيڅ بچى پېدا شوى نۀ وُو. نو په راحيل خپله خور بده لګېده او يعقوب ته يې ووئيل، ”زۀ غواړم چې زما نه دې هم بچى وى ګنې زۀ به مړه شم.“</verse>
				<verse number="2">يعقوب راحيل ته غصه شو او وې فرمائيل، ”زۀ خو څۀ خُدائ پاک نۀ يم چې تۀ مې د بچو نه محرومه کړې يې.“</verse>
				<verse number="3">هغې ووئيل، ”زما وينځه بِلهاه بوځه، د هغې سره څمله، نو د هغې نه به زما دپاره بچى پېدا شى. او د هغې په وجه به زما کور آباد شى.“</verse>
				<verse number="4">نو هغې بِلهاه خپل خاوند له ورکړه او هغه د هغې سره څملاستو.</verse>
				<verse number="5">بِلهاه اُميدواره شوه او د يعقوب يو زوئ ترې پېدا شو.</verse>
				<verse number="6">راحيل ووئيل، ”خُدائ پاک زما په حق کښې فېصله کړې ده. هغۀ زما سوال اورېدلے دے او ما له يې يو زوئ راکړے دے.“ نو د هغۀ نوم يې دان کېښودو.</verse>
				<verse number="7">بِلهاه يو ځل بيا اُميدواره شوه او د يعقوب ترې دوېم زوئ وشو.</verse>
				<verse number="8">راحيل ووئيل، ”ما د خپلې خور سره لويه مقابله کړې ده. خو ما ګټلې ده.“ نو د هغۀ نوم يې نفتالى کېښودو.</verse>
				<verse number="9">چې کله لِياه ته دا پته ولګېده چې د هغې به نور بچى نۀ کيږى، نو هغې خپله وينځه زِلفه يعقوب له ورکړه چې ښځه يې شى.</verse>
				<verse number="10">بيا د زِلفه نه د يعقوب يو زوئ وشو.</verse>
				<verse number="11">لِياه ووئيل، ”زۀ بختوره يم.“ نو د هغۀ نوم يې جاد کېښودو.</verse>
				<verse number="12">د زِلفه نه د يعقوب يو بل زوئ وشو،</verse>
				<verse number="13">او لِياه ووئيل، ”زۀ څومره خوشحاله يم. اوس به ښځې ما ته خوشحاله وائى.“ نو هغې د هغۀ نوم آشر کېښودو.</verse>
				<verse number="14">د غنمو د لَو په وخت روبين پټو ته لاړو او هلته يې هغه بوټى وموندل د کومو په ذريعه چې د زنانه حمل لګېدلو او هغه يې خپلې مور لِياه له راوړل. راحيل لِياه ته ووئيل، ”ما له خو د هغه بوټو نه لږ راکړه کوم چې ستا زوئ راوړى دى.“</verse>
				<verse number="15">لِياه جواب ورکړو، ”دا څۀ وړه خبره ده چې زما خاوند دې رانه قبضه کړے دے؟ او اوس تۀ وائې چې ما له هغه د حمل بوټى راکړه کوم چې ستا زوئ راوړى دى.“ راحيل ووئيل، ”کۀ تۀ ما له ستا د زوئ هغه بوټى راکړې، نو تۀ نن شپه د يعقوب سره څملاستے شې.“</verse>
				<verse number="16">چې کله يعقوب ماښام د پټو نه راغلو، لِياه بهر مِلاوېدو له هغۀ له ورغله او وې وئيل، ”تۀ به خامخا نن زما سره څملې، ځکه چې ما د خپل زوئ د حمل بوټى ستا په سر ورکړى دى.“ نو په هغه شپه د هغې سره څملاستو.</verse>
				<verse number="17">خُدائ پاک د لِياه سوال واورېدو او هغه اُميدواره شوه او د يعقوب ترې پينځم زوئ وشو.</verse>
				<verse number="18">لِياه ووئيل، ”خُدائ پاک ما له خپل اجر راکړے دے، ځکه چې ما خپله وينځه خپل خاوند له ورکړه.“ نو هغې په خپل زوئ يساکار نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="19">لِياه بيا اُميدواره شوه او د يعقوب ترې شپږم زوئ وشو.</verse>
				<verse number="20">هغې ووئيل، ”خُدائ پاک ما له يوه ښُکلې تُحفه راکړې ده. اوس به زما خاوند زما قدر کوى، ځکه چې زما نه د هغۀ شپږ زامن پېدا شوى دى.“ نو هغې د هغۀ نوم زبولون کېښودو.</verse>
				<verse number="21">وروستو د هغې يوه لور پېدا شوه، چې د هغې نوم يې دينه کېښودو.</verse>
				<verse number="22">بيا خُدائ پاک راحيل راياده کړه، هغۀ د هغې سوال قبول کړو او هغې له يې هم بچى ورکړل.</verse>
				<verse number="23">هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. هغې ووئيل، ”خُدائ پاک ما له يو زوئ راکړو نو زۀ يې د پېغور نه خلاصه کړم.“</verse>
				<verse number="24">نو هغې د هغۀ نوم يوسف کېښودو او ووئيل، ”مالِک خُدائ دې ما له يو بل زوئ هم راکړى.“</verse>
				<verse number="25">د يوسف د پېدا کېدو نه پس، يعقوب لابن ته وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه، چې زۀ خپل کور او خپل مُلک ته واپس لاړ شم.</verse>
				<verse number="26">ما له زما ښځې او زامن راکړه چې ما ستا خِدمت کولو کښې ګټلى دى او زۀ به لاړ شم. ځکه چې تا ته پته ده چې ما ستا څومره ښۀ خِدمت کړے دے.“</verse>
				<verse number="27">لابن هغۀ ته ووئيل، ”کۀ زۀ ستا په نظر کښې ښۀ يم نو يوه خبره به وکړم، ما ته غېبانه پته لګېدلې ده چې هم ستا په وجه مالِک خُدائ ما له برکت راکړے دے.</verse>
				<verse number="28">چې تۀ څومره مزدورى غواړې نو ووايه او زۀ به يې درکړم.“</verse>
				<verse number="29">يعقوب جواب ورکړو، ”تا ته په خپله پته ده چې ما ستا څومره خِدمت کړے دے او ستا رَمې زما سره څومره زياتې شوې دى.</verse>
				<verse number="30">ځکه چې تا زما د راتلو نه مخکښې لږ څۀ لرل او اوس ډېر زيات شول او چې ما چرته هم ستا رَمې بوتلى دى مالِک خُدائ تا له برکت درکړے دے. اوس هغه وخت راغلے دے چې زۀ د خپل خاندان خيال وساتم.“</verse>
				<verse number="31">لابن ترې تپوس وکړو، ”زۀ تا له څۀ درکړم؟“ يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ درنه هيڅ مزدورى نۀ غواړم. زۀ به بيا ستا رَمې څروم او ساتم کۀ تۀ زما دپاره يو کار وکړې،</verse>
				<verse number="32">نن به زۀ ستا په ټولو رَمو کښې وګرځم او هر تور ګډُورے او ټولې ټکى ټکى او برَګې چېلۍ به راوباسم. بس دا ټوله مزدورى ده چې زۀ يې غواړم.</verse>
				<verse number="33">په راتلونکى وخت کښې به تا ته په آسانۍ سره پته ولګى کۀ زۀ رښتونے سړے يم. چې کله تۀ بيا د دې کتلو له راشې، کۀ زما سره توره ګډه، ټکى ټکى يا برَګې چېلۍ نۀ وى، نو تۀ به پوهه شې چې پټې کړے شوې دى.“</verse>
				<verse number="34">لابن جواب ورکړو، ”ټيک ده. مونږ به هم ستا په خبره کار کوُو.“</verse>
				<verse number="35">خو په هغه ورځ لابن هغه چېلى چې کرښې پرې وې يا برَګ وُو هغه يې بېل کړل او هغه ټولې چېلۍ چې ټکى ټکى او برَګې وې او تورې ګډې يې هم ترې لرې کړې. او هغۀ دا د خپلو زامنو په حواله کړې،</verse>
				<verse number="36">او بيا د دې رَمې سره د يعقوب نه د درېو ورځو د مزل برابر لرې لاړو. يعقوب د لابن پاتې رَمې ساتلې.</verse>
				<verse number="37">يعقوب د سپېدار، بادام او چِنار د ونو شنې څانګې راماتې کړې او پوستکى يې ترې لرې کړل نو په دې څانګو باندې سپينې کرښې راووتلې.</verse>
				<verse number="38">هغۀ دا څانګې د رَمو په مخکښې د اوبو په ډيګو کښې کېښودې. هغۀ دا هلته پرېښودې، ځکه چې کله به څاروى اوبو څښلو له راتلل نو هلته به مال کېدل.</verse>
				<verse number="39">نو چې دا د څانګو په مخکښې مال شوې نو هغوئ د کرښو والا، ټکى ټکى او برَګ بچى راوړل.</verse>
				<verse number="40">يعقوب ګډې د چېلو نه بېلې ساتلې او هغۀ د هغوئ مخونه د لابن د کرښو والا او تورو څاروو ته کړل. نو هغۀ خپله رمه جوړه کړه او دا يې د لابن د رَمې نه جدا کړه.</verse>
				<verse number="41">چې کله تکړه څاروى مال کېدل، يعقوب د هغوئ په مخکښې د اوبو په هغه ډيګو کښې څانګې کېښودې، نو د هغه څانګو په خوا کښې به څاروى مال کېدل.</verse>
				<verse number="42">خو هغۀ د کمزورو څاروو په مخکښې هغه څانګې کېنۀ ښودلې. نو هغه ټول کمزورى څاروى د لابن شول او تکړه ټول د يعقوب شول.</verse>
				<verse number="43">نو يعقوب ډېر مالدار شولو. د هغۀ ډېرې رَمې نوکران، اوښان او خرۀ وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="31">
				<verse number="1">نو يعقوب واورېدل چې د لابن زامن وائى، ”زمونږ د پلار سره چې څۀ هم وُو نو هغه يعقوب د خپل ځان سره وړى دى. د هغۀ سره چې څومره دولت دے هغه ټول زمونږ د پلار وو.“</verse>
				<verse number="2">هغۀ ته دا پته هم ولګېده چې لابن ورسره اوس دومره ښۀ نۀ دے لکه څومره چې ورسره مخکښې وو.</verse>
				<verse number="3">بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”واپس د خپل پلار نيکۀ مُلک ته او خپلو خپلوانو له لاړ شه. زۀ به ستا مل يم.“</verse>
				<verse number="4">نو يعقوب راحيل او لِياه راوغوښتلې چې د هغۀ سره په پټى کښې مِلاو شى چرته چې د هغۀ رَمې وې.</verse>
				<verse number="5">هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ما ته پته لګېدلې ده چې ستاسو پلار زما سره دومره ښۀ نۀ دے لکه چې څومره مخکښې وو، خو زما د پلار خُدائ پاک زما مل دے.</verse>
				<verse number="6">تاسو دواړو ته پته ده چې ما د خپل ټول طاقت سره ستاسو د پلار خِدمت وکړو،</verse>
				<verse number="7">خو بيا هم هغۀ زۀ دوکه کړم او لس ځل يې زما مزدورى بدله کړې ده. خو خُدائ پاک هغه ما ته څۀ نقصان رسولو ته پرې نۀ ښودلو.</verse>
				<verse number="8">چې کله نه هم لابن دا وئيلى دى چې برَګې چېلۍ به ستا مزدورى وى، نو ټولو رَمو برَګ بچى راوړل. چې کله هغۀ ووئيل، د کرښو والا چېلۍ به ستا مزدورى وى، نو ټولو رَمو د کرښو والا بچى راوړل.</verse>
				<verse number="9">خُدائ پاک ستاسو د پلار نه رَمې اخستې دى او هغه يې ما له راکړې دى.</verse>
				<verse number="10">د څاروو د وار راوړو په وخت کښې ما يو خوب وليدو او ما وکتل چې کوم چېلى چې چېلۍ مال کوى هغه د کرښو والا، ټکى ټکى او برَګ وُو.</verse>
				<verse number="11">د خُدائ پاک فرښتې ما ته په خوب کښې ووئيل، يعقوبه، ما جواب ورکړو، زۀ حاضر يم.</verse>
				<verse number="12">هغې ووئيل، وګوره، هغه ټول چېلى کوم چې چېلۍ مال کوى هغه د کرښو والا ټکى ټکى او برَګ دى. زۀ داسې ځکه کوم چې لابن تا سره څۀ کوى نو ما ته د هغه هر څۀ پته ده.</verse>
				<verse number="13">زۀ خُدائ پاک يم چې په بيت‌ايل کښې تا ته راڅرګند شوے وم، چې هلته تا يو کاڼے د يادګار په توګه وقف کړو او په هغې دې تېل واچول او هلته تا زما سره يو لوظ وکړو. اوس تۀ هغه مُلک ته واپس لاړ شه چرته چې تۀ پېدا شوے يې.“</verse>
				<verse number="14">راحيل او لِياه يعقوب ته ووئيل، ”مونږ ته زمونږ د پلار په ميراث کښې هيڅ هم پاتې نۀ دى.</verse>
				<verse number="15">هغه مونږ په پردو کښې شمېرى. هغۀ مونږه خرڅې کړې يُو او زمونږ په سر هغۀ چې څومره روپۍ اخستې وې هغه ټولې يې ختمې کړې دى.</verse>
				<verse number="16">هغه ټول دولت کوم چې خُدائ پاک زمونږ د پلار نه اخستے دے هغه زمونږ او زمونږ د بچو دے. چې تا ته خُدائ پاک څۀ فرمائيلى دى هم هغسې وکړه.“</verse>
				<verse number="17">نو يعقوب واپس خپل پلار ته د تلو تيارى وکړو چې د هغۀ پلار د کنعان په مُلک کښې وو. هغۀ خپل زامن او ښځې په اوښانو سورې کړې او خپلې ټولې رَمې يې د خپل ځان نه مخکښې روانې کړې، او سره د هغه هر څۀ چې هغۀ په مسوپتاميه کښې ګټلى وُو.</verse>
				<verse number="18"></verse>
				<verse number="19">لابن د خپلو ګډو نه وړۍ کلولو دپاره تلے وو او چې هغه نۀ وو نو راحيل د خپل پلار د کور بُتان پټ کړل.</verse>
				<verse number="20">يعقوب لابن دوکه کړو ځکه چې هغه يې د خپل تګ نه خبر نۀ کړو.</verse>
				<verse number="21">د هغۀ سره چې څۀ وُو هغه يې راواخستل او په تېزۍ سره لاړو. هغه د فرات د سيند نه پورې وتلو او د غرونو مُلک جِلعاد ته روان شو.</verse>
				<verse number="22">درې ورځې وروستو لابن خبر شو چې يعقوب تښتېدلے دے.</verse>
				<verse number="23">نو هغۀ خپل سړى ځان سره کړل او اووۀ ورځې په يعقوب پسې وُو چې د غرونو مُلک جِلعاد سره يې رايسار کړو.</verse>
				<verse number="24">په هغه شپه خُدائ پاک لابن ته په خوب کښې راغلو او هغۀ ته يې ووئيل، ”خيال کوه چې يعقوب ته هيڅ هم ونۀ وائې.“</verse>
				<verse number="25">لابن يعقوب د جِلعاد په غرونو کښې ګېر کړو، چرته چې يعقوب خېمه لګولې وه. لابن هم د خپلوانو سره هلته خېمه ولګوله.</verse>
				<verse number="26">لابن يعقوب ته ووئيل، ”تا ولې زۀ دوکه کړم او زما لوڼه دې داسې بوتلې لکه د تُورې په زور دې نيولې وى؟</verse>
				<verse number="27">تا ولې زۀ دوکه کړم او زۀ دې خبر هم نۀ کړم او وتښتېدلې؟ کۀ تا ما ته وئيلى وے، نو ما به تۀ په خپله مخه د تمبل، رباب او د سندرو جشن سره رُخصت کړے وې.</verse>
				<verse number="28">تا دې ته هم پرې نۀ ښودم چې ما خپل نمسى او لوڼه ښُکل کړے وے او دوئ ته مې په مخه ښه وئيلى وے. دا دې د کم عقلتوب کار کړے دے.</verse>
				<verse number="29">زۀ تا ته د نقصان رسولو زور لرم، خو تېره شپه ستا د پلار خُدائ پاک ما له خبردارے راکړو چې تا ته هيڅ هم ونۀ وايم.</verse>
				<verse number="30">ما ته پته وه چې تۀ ځې ځکه چې تۀ واپس کور له تلو ته ډېر بې‌صبره وې، خو زما د کور هغه بُتان دې ولې پټ کړل؟“</verse>
				<verse number="31">يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ يرېدم، زما خيال دا وو چې تۀ خپلې لوڼه زما نه په زور بوځې.</verse>
				<verse number="32">خو کۀ تا دلته د چا سره هم ستا بُتان پېدا کړل، نو هغه به ژوندے نۀ شى پرېښودلے. دلته زمونږ د خپلوانو په مخکښې يې وګوره، چې ستا څۀ څيز هم وى نو خپل څيز يوسه.“ يعقوب ته پته نۀ وه چې د لابن بُتان راحيل پټ کړى وُو.</verse>
				<verse number="33">لابن لاړو او د يعقوب خېمه يې ولټوله، بيا هغه د لِياه خېمې او د هغه دوه وينځو خېمې ته لاړو، خو هغۀ خپل بُتان ونۀ موندل. بيا هغه د راحيل خېمې ته لاړو.</verse>
				<verse number="34">راحيل د کور هغه بُتان راخستى وُو او هغه يې د اوښ د زين په کڅوړه کښې کېښودلى وُو او په هغې باندې ناسته وه. لابن هغه ټوله خېمه ولټوله، خو هغه يې ونۀ موندل.</verse>
				<verse number="35">راحيل خپل پلار ته ووئيل، ”پلاره، ما ته مۀ غصه کېږه، خو چې تۀ دلته يې ستا په مخکښې زۀ نۀ شم پاڅېدلے، په ما د ښځو بيمارى راغلې ده.“ لابن لټون وکړو خو د خپل کور هغه بُتان يې پېدا نۀ کړل.</verse>
				<verse number="36">بيا يعقوب غصه شو، ”ما څۀ بد کړى دى؟ زما ګناه څۀ ده چې تۀ داسې تېز په ما پسې راورسېدې؟</verse>
				<verse number="37">اوس چې زما سره څۀ دى هغه ټول دې ولټول، تا د خپل کور کوم يو څيز موندلے دے چې هغه ستا وى؟ دا دلته بهر ښکاره کېږده چې زما او ستا خپلوان يې وګورى او دوئ به فېصله وکړى چې په مونږ کښې څوک په حقه دے.</verse>
				<verse number="38">زۀ تا سره د شلو کالو نه يم، ستا ګډو او ستا چېلو په يو کال هم بچے نۀ دے ضائع کړے او ما يو ګډ هم ستا د رَمو نه نۀ دے خوړلے.</verse>
				<verse number="39">چې کله هم يو ځنګلى ځناور ستا ګډه خوړلې ده، ما هغه تاوان په خپله درکړے دے. تا هر هغه څيز زما نه غوښتے دے چې چا د ورځې يا شپې پټ کړے وى.</verse>
				<verse number="40">ډېر ځل زۀ د ورځې ګرمۍ وهلے يم او د شپې يخنۍ اوچ کړے يم. او زما خوب تښتېدلے وو.</verse>
				<verse number="41">د شلو کالو نه زۀ ستا په کور کښې يم. څوارلس کاله ما ستا د دوو لوڼو او شپږ کاله ستا د رَمو دپاره، ستا خِدمت کړے دے. او بيا هم، تا لس ځل زما مزدورى بدله کړه.</verse>
				<verse number="42">کۀ زما د پلار خُدائ پاک، کوم چې د اِبراهيم او اِسحاق خُدائ پاک دے، زما مل نۀ وے، نو تا به زۀ مخکښې خالى لاسونه لېږلے وے. خو خُدائ پاک زما تکليف او کوم خِدمت چې ما کړے دے هغه ليدلے دے او ځکه خُدائ پاک تېره شپه تۀ ملامته کړې.“</verse>
				<verse number="43">بيا لابن يعقوب له جواب ورکړو، ”دا ځوانې ښځې زما لوڼه دى، د دوئ بچى زما دى او دا رَمې زما دى. چې تۀ دلته څۀ هم ګورې هغه زما دى. خو زۀ خپلې لوڼه او د هغوئ بچى نۀ شم ساتلے،</verse>
				<verse number="44">نو زۀ تا سره يو لوظ کولو ته تيار يم. راځه چې داسې څۀ وکړُو چې زمونږ دا لوظ پرې مونږ ته راياديږى.“</verse>
				<verse number="45">نو يعقوب يوه تيږه راواخستله او هغه يې د يو يادګار په توګه ودروله.</verse>
				<verse number="46">هغۀ خپلو سړو ته وفرمائيل چې، ”څۀ کاڼى راټول کړئ.“ نو هغوئ کاڼى راټول کړل او يو ډېرے يې ترې نه جوړ کړو. بيا هغوئ د هغه کاڼو د ډېرى سره روټۍ وخوړله.</verse>
				<verse number="47">لابن په دې يجرشاهدوتها نوم کېښودو، خو يعقوب پرې جلعيد نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="48">لابن يعقوب ته ووئيل، ”دا د کاڼو ډېرے به زمونږ د دواړو دپاره يو يادګار وى.“ نو ځکه د هغه ځائ نوم جلعيد شو.</verse>
				<verse number="49">لابن دا هم ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په مونږ نظر وساتى چې کله مونږ د يو بل نه جدا يُو.“ نو د هغه ځائ نوم مصفاه هم شو.</verse>
				<verse number="50">لابن ووئيل، ”کۀ تۀ زما د لوڼو سره بد سلوک کوې يا نورې ښځې وادۀ کوې، کۀ ما ته پته هم نۀ وى، ياد لره چې خُدائ پاک مونږ ګورى.</verse>
				<verse number="51">دا هغه کاڼى دى چې ما زمونږ په مينځ کښې ډېرے کړى دى او دا هغه يادګارى تيږه ده.</verse>
				<verse number="52">دا ډېرے او دا د يادګارى تيږه دواړه يادګارونه دى. زۀ به کله هم په تا حمله کولو دپاره د دې نه نۀ درتېرېږم او تۀ هم په ما حمله کولو دپاره د دې يادګارى تيږې نه مۀ راتېرېږه.</verse>
				<verse number="53">د اِبراهيم خُدائ پاک او د نحور خُدائ پاک به په مونږ نظر وکړى چې مونږ کومه معاهده کړې ده چې د هغې خيال ساتو.“ بيا يعقوب د هغه خُدائ پاک په نوم د کوم چې د هغۀ پلار اِسحاق عبادت کولو پوخ لوظ وکړو چې دا وعده به پوره کوى.</verse>
				<verse number="54">هغۀ يو ځناور حلال کړو او دا يې په غر باندې د قربانۍ په توګه پېش کړو او يعقوب روټۍ له د هغۀ خپلوان راوغوښتل، دوئ روټۍ وخوړه او بيا يې په غر باندې شپه تېره کړه.</verse>
				<verse number="55">بل سحر وختى لابن خپل نمسى او لوڼه ښُکل کړل او په مخه ښه يې ورته ووئيل او واپس کور ته روان شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="32">
				<verse number="1">چې يعقوب څنګه خپل مُلک ته لاړو، د خُدائ پاک څۀ فرښتې ورسره مِلاو شوې.</verse>
				<verse number="2">چې هغه يې وليدلې، نو وې فرمائيل، ”دا د خُدائ پاک لښکر دے.“ نو په هغه ځائ يې محنايم نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="3">يعقوب د خپل ځان نه مخکښې د ادوم په مُلک کښې د سعير په علاقه کښې خپل ورور ته پېغام وړُونکى ولېږل.</verse>
				<verse number="4">هغۀ ورته ووئيل چې، ”زما نېک عِيسو ته دا پېغام ورسوئ، زۀ ستا تابعدار خِدمتګار يعقوب يم، چې د ډېر وخت نه د لابن سره د يو مسافر په شان دېره يم،</verse>
				<verse number="5">زۀ غوَيى، خرۀ، ګډې، چېلۍ او نوکران لرم. نېکه، زۀ تا له خبر درلېږم، د دې دپاره چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“</verse>
				<verse number="6">کله چې هغه پېغام وړُونکى يعقوب ته واپس راغلل، هغوئ ووئيل، ”مونږ ستا ورور عِيسو له لاړُو او هغه د مخکښې نه تا سره مِلاوېدو دپاره راروان دے. څلور سوه کسان ورسره دى.“</verse>
				<verse number="7">يعقوب سخت ويرېدو او پرېشانه شو. د هغۀ سره چې کوم خلق او رَمې، غواګانې او اوښان وُو هغه يې په دوو ډلو کښې تقسيم کړل.</verse>
				<verse number="8">د هغۀ خيال دا وو، ”کۀ عِيسو راشى او هغه وړومبۍ ډله ختمه کړى نو هغه بله ډله چې کومه پاتې وى هغه به وتښتى.“</verse>
				<verse number="9">بيا يعقوب دُعا وکړه، ”زما د نيکۀ اِبراهيم خُدايه پاکه او زما د پلار اِسحاق خُدايه پاکه، زما سوال واوره، مالِکه خُدايه. تا ما ته ووئيل چې خپل مُلک او خپلو خپلوانو له لاړ شه او تۀ به زما دپاره هر څۀ سم کړې.</verse>
				<verse number="10">تا چې خپل خِدمت کوونکى ته، کومه مِهربانى او وفادارى ښودلې ده زۀ د هغې قابل نۀ يم، زۀ چې د اُردن سيند نه پورېوتم نو زما سره هيڅ هم نۀ وُو صِرف يوه امسا وه او اوس زما نه دوه قبيلې جوړې شوې دى.</verse>
				<verse number="11">زۀ تا ته سوال کوم چې ما د خپل ورور عِيسو نه بچ کړه. زۀ يرېږم هسې نه چې هغه په مونږ حمله وکړى نو مونږ به سره د ښځو او ماشومانو ټول تباه کړى.</verse>
				<verse number="12">هغه وعده راياده کړه چې تا زما سره کړې وه چې زما دپاره به هر څۀ سم کړې او ما له به دومره اولاد راکړې چې څوک به يې شمېرلے نۀ شى، دومره ډېر لکه چې د سمندر په غاړه شګې دى.“</verse>
				<verse number="13">هلته د شپې تېرولو نه پس، يعقوب د خپلو څاروو نه د خپل ورور عِيسو دپاره دا تُحفې خوښې کړې، دوه سوه چېلۍ او شل چېلى، دوه سوه ګډې او شل ګډان، دېرش هغه اُوښې چې پئ ورکوى د بچو سره، څلوېښت غواګانې او لس غوَيى، شل خرې او لس خرۀ.</verse>
				<verse number="14"></verse>
				<verse number="15"></verse>
				<verse number="16">هغۀ دا په مختلفو ډلو کښې تقسيم کړل او د خپلو نوکرانو نه يې يو يو په هره ډله مشران مقرر کړل. هغۀ ورته ووئيل، ”زما نه مخکښې لاړ شئ او د مخکښې قبيلې او ورپسې راروانې قبيلې په مينځ کښې فاصله وساتئ.“</verse>
				<verse number="17">هغۀ وړومبى نوکر له حُکم ورکړو، ”زما ورور عِيسو چې درسره ملاويږى او تپوس کوى چې، ستا نېک څوک دے؟ تۀ چرته ځې؟ ستا نه مخکښې دا ځناور د چا دى؟</verse>
				<verse number="18">نو ته ورته وايه چې دا ستا د خِدمتګار يعقوب دى. هغه دا خپل نېک عِيسو له په تُحفه کښې لېږى. او يعقوب په خپله په مونږ پسې راروان دے.“</verse>
				<verse number="19">هغۀ دوېم او درېم له هم دغه شان حُکم ورکړو او هغه ټولو له چې کوم د ډلو مشران وُو، ”تاسو به خامخا داسې وايئ چې کله تاسو د عِيسو سره مِلاوېږئ.</verse>
				<verse number="20">تاسو به خامخا وايئ چې ستا خِدمتګار يعقوب په خپله په مونږ پسې راروان دے.“ د يعقوب خيال دا وو چې، ”زۀ به د دې تُحفو سره د هغۀ غصه سړه کړم او چې کله ورسره مخامخ شم کېدے شى چې هغه ما ته په خېر راغلے ووائى.“</verse>
				<verse number="21">هغۀ هغه تُحفې د ځان نه مخکښې ولېږلې او هغه شپه په محنايم کښې پاتې شو.</verse>
				<verse number="22">هم په هغه شپه يعقوب پاڅېدو، هغۀ خپلې دوه نِکاح کړې ښځې، د هغۀ دوه نورې ښځې او خپل يوولس زامن روان کړل او د يبوق د سيند نه په ګودر يعنې هغه ځائ کښې پورې وتل چرته چې اوبۀ کمې وې.</verse>
				<verse number="23">هغۀ هغوئ روان کړل او پورې يې ويستل، د هغۀ سره چې څۀ وُو هغه يې هم بلې غاړې ته ولېږل،</verse>
				<verse number="24">خو هغه يواځې پاتې شو. بيا يو سړے راغلو او د هغۀ سره يې د سحر د رڼا پورې کُشتى وکړه.</verse>
				<verse number="25">چې کله هغه سړى ته پته ولګېده چې مقابله يې نۀ شوه ګټلے، نو هغۀ يعقوب په پتُون ووهلو او پتُون يې د بند نه ووتلو.</verse>
				<verse number="26">هغه سړى ووئيل، ”د سحر رڼا شوه، ما پرېږده چې لاړ شم.“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې ترڅو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.“</verse>
				<verse number="27">هغه سړى ترې تپوس وکړو، ”ستا څۀ نوم دے؟“ نو هغۀ ورته ووئيل، ”يعقوب.“</verse>
				<verse number="28">هغه سړى ورته ووئيل، ”د نن نه پس به ستا نوم يعقوب نۀ وى. تا د خُدائ پاک او د انسان سره مقابله کړې ده او تا ګټلې ده، د اوس نه به ستا نوم اِسرائيل وى.“</verse>
				<verse number="29">يعقوب ورته وفرمائيل، ”اوس تۀ ما ته خپل نوم وښايه.“ خو هغۀ ورته ووئيل، ”تۀ ولې زما د نوم تپوس کوې؟“ بيا هغۀ يعقوب له برکت ورکړو.</verse>
				<verse number="30">يعقوب ووئيل، ”ما خُدائ پاک مخامخ ليدلے دے او بيا هم لا ژوندے پاتې يم.“ نو په هغه ځائ يې فنواېل نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="31">نمر راختلو چې يعقوب د فنواېل نه تلو او د خپل پتُون په وجه ګډ ګډ روان وو.</verse>
				<verse number="32">تر نن ورځې پورې د بنى اِسرائيلو اولاد هغه پله نۀ خورى کومه چې د پتُون په بند پورې وى، ځکه چې د پتُون د بند هم په دې ځائ هغۀ يعقوب وهلے وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="33">
				<verse number="1">يعقوب چې وکتل نو عِيسو يې وليدو او څۀ ګورى چې څلور سوه کسان ورسره راروان وُو. نو هغۀ خپل بچى په لِياه، راحيل او په هغه دوو نورو ښځو باندې تقسيم کړل.</verse>
				<verse number="2">هغۀ نورې ښځې او د هغوئ بچى مخکښې کړل، بيا يې لِياه او د هغې بچى کړل او راحيل او يوسف يې وروستو کړل.</verse>
				<verse number="3">يعقوب د دوئ نه مخکښې لاړو او چې څنګه خپل ورور ته ورسېدو، نو ټيټ شو او اووۀ ځل يې تندې په زمکه ولګولو.</verse>
				<verse number="4">خو عِيسو مِلاوېدو دپاره هغۀ له ورمنډه کړه او د هغۀ نه يې لاسونه تاو کړل، راغاړه يې ويستلو او ښُکل يې کړو. دوئ دواړو وژړل.</verse>
				<verse number="5">چې کله عِيسو وکتل او هغه ښځې او ماشومان يې وليدل، نو هغۀ تپوس وکړو، ”دا تا سره څوک دى؟“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”صاحِبه، خُدائ پاک په ما ډېر مهربانه دے او دا بچى يې راکړى دى.“</verse>
				<verse number="6">بيا هغه نورې ښځې او د هغوئ بچى رامخکښې شول او ورته ټيټ شول،</verse>
				<verse number="7">بيا لِياه او د هغې بچى راغلل او په آخر کښې يوسف او راحيل راغلل او ورته ټيټ شول.</verse>
				<verse number="8">عِيسو ترې تپوس وکړو، ”د هغې بلې قبيلې سره چې زۀ مِلاو شوم هغه دې د څۀ مقصد دپاره راوستلې ده؟“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”د دې دپاره چې زما نېک راسره ښۀ شى.“</verse>
				<verse number="9">خو عِيسو ورته ووئيل، ”زما وروره، زما سره هر څۀ ډېر دى، چې تا سره هم څۀ دى هغه د ځان دپاره وساته.“</verse>
				<verse number="10">يعقوب ووئيل، ”نه، زۀ تا ته سوال کوم، کۀ تۀ په ما مهربانه يې، نو زما د لاسونو نه دا تُحفه قبوله کړه. چې ستا مخ ته مې وکتل دا داسې شوه لکه چې د خُدائ پاک مخ ته مې کتلى وى، ځکه چې تۀ اوس ما سره ډېر ښۀ يې.</verse>
				<verse number="11">زۀ تا ته سوال کوم چې دا تُحفه زما نه قبوله کړه کومه چې ما تا له راوړې ده، خُدائ پاک په ما مهربانه دے او چې د څۀ څيز هم ضرورت وو هغه يې راکړے دے.“ يعقوب په هغۀ زور راوړو نو هغه يې قبوله کړه.</verse>
				<verse number="12">عِيسو ووئيل، ”ځئ چې په خپل سفر باندې ځُو. زۀ به تاسو سره ځم.“</verse>
				<verse number="13">يعقوب ووئيل، ”زما نېکه، تا ته پته ده چې ماشومان کمزورى دى، او په کار دى چې زۀ د دې ګډو او څاروو او د دوئ د بچو خيال وساتم. کۀ دا مونږ يوه ورځ هم تېز بوځُو، نو ټول څاروى به مړۀ شى.</verse>
				<verse number="14">زۀ خپل نېک ته سوال کوم چې د خپل خِدمتګار نه مخکښې لاړ شى او نېکه، زۀ به په مزه مزه د څاروو او د هغوئ د بچو په قدم په تا پسې درځم او په ادوم کښې به درسره مِلاو شم.“</verse>
				<verse number="15">عِيسو ووئيل، ”زۀ به تا سره زما خپل څۀ کسان پرېږدم.“ خو يعقوب ورته وفرمائيل، ”د دې هيڅ حاجت نشته، زۀ صِرف دا غواړم چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“</verse>
				<verse number="16">نو هم په هغه ورځ عِيسو په خپله مخه ادوم ته واپس شو.</verse>
				<verse number="17">خو يعقوب سُکات ته لاړو، چرته چې هغۀ د خپل ځان دپاره کور او د څاروو دپاره شپولونه جوړ کړل. نو د هغه ځائ نوم سُکات شو.</verse>
				<verse number="18">د مسوپتاميه نه په واپسۍ کښې يعقوب د کنعان په مُلک کښې شِکم ښار ته په سلامتۍ سره ورسېدو او د ښار سره نزدې يې په يو پټى کښې خپلې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="19">هغۀ د هغه پټى دا حِصه د شِکم پلار همور د اولاد نه د سپينو زرو په سلو سيکو واخستله.</verse>
				<verse number="20">هغۀ هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او اېل‌الوهى‌اِسرائيل نوم يې پرې کېښودو کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="34">
				<verse number="1">يوه ورځ، د يعقوب او لِياه لور دينه، د کنعانۍ ښځو سره مِلاوېدو دپاره ووتله.</verse>
				<verse number="2">همور حِوى د هغې علاقې مالِک وو. د هغۀ زوئ شِکم هغه وليده، نو هغه يې بوتله او د هغې بې‌عزتى يې وکړه.</verse>
				<verse number="3">خو د يعقوب لور دينه د هغۀ نه زړۀ يوړو او هغه په هغې مئين شو او هغۀ د هغې سره خوږې خبرې وکړې.</verse>
				<verse number="4">نو شِکم خپل پلار همور ته ووئيل، ”دا جينۍ ما ته وادۀ کړه.“</verse>
				<verse number="5">يعقوب خبر شو چې د هغۀ د لور بې‌عزتى شوې ده، خو د هغۀ زامن د خپلو څاروو سره په پټو کښې وُو نو ځکه هغۀ د هغوئ د راتلو نه مخکښې څۀ ونۀ وئيل.</verse>
				<verse number="6">د شِکم پلار همور ووتلو چې د يعقوب سره د دې مسئلې په حقله خبرې وکړى،</verse>
				<verse number="7">نو د يعقوب زامن د پټو نه واپس راروان وُو او کله چې هغوئ خبر شول چې شِکم د يعقوب د لور بې‌عزتى کړې ده نو هغوئ خفه او سخت غصه شول ځکه چې دا غلط کار د بنى اِسرائيلو د برداشت نه بهر وو.</verse>
				<verse number="8">همور هغۀ ته ووئيل، ”زما زوئ شِکم ستا په لور مئين شوے دے، زۀ تا ته سوال کوم چې هغه پرېږده چې وادۀ يې کړى.</verse>
				<verse number="9">زمونږ سره خپلوالۍ وکړئ، خپلې لوڼه مونږ له راکړئ او زمونږ لوڼه تاسو وکړئ.</verse>
				<verse number="10">نو تاسو دلته زمونږ سره په دې مُلک کښې اوسېدے شئ، چې تاسو چرته اوسېدل غواړئ دا مُلک ستاسو په وړاندې دے، په آزادۍ سره کاروبار کوئ او خپل جائيدادونه جوړ کړئ.“</verse>
				<verse number="11">بيا شِکم د دينه پلار او وروڼو ته ووئيل، ”کۀ تاسو زما سره دا ښېګړه کول غواړئ، نو چې تاسو څۀ هم غواړئ زۀ به يې درکړم.</verse>
				<verse number="12">ما ته ووايئ، چې تاسو څومره مهر هم غواړئ زۀ به يې درکړم، خو تاسو اجازت راکړئ چې دا جينۍ زۀ وادۀ کړم.“</verse>
				<verse number="13">شِکم د هغوئ د خور دينه بې‌عزتى کړې وه، نو ځکه د يعقوب زامنو شِکم او د هغۀ پلار همور ته په چل سره جواب ورکړو.</verse>
				<verse number="14">دوئ ورته ووئيل، ”مونږ خپله خور داسې سړى ته نۀ شُو ورکولے چې هغه سنت نۀ وى، دا به زمونږ دپاره د شرم خبره وى.</verse>
				<verse number="15">مونږ به دا صِرف په يو شرط درکړُو چې تاسو زمونږ په شان شئ او تاسو ټول نران سنت کړئ.</verse>
				<verse number="16">بيا به مونږ تاسو له خپلې لوڼه درکړُو او ستاسو لوڼه به خپلو ځانونو له وکړُو. مونږ به ستاسو سره اوسيږو او يو قوم به شُو.</verse>
				<verse number="17">کۀ تاسو ته زمونږ شرطونه منظور نۀ وى او سنت نۀ شئ، نو مونږ به خپله خور بوځُو او لاړ به شُو.“</verse>
				<verse number="18">د همور او د هغۀ د زوئ شِکم دا خبرې خوښې شوې،</verse>
				<verse number="19">او هغه ځوان په دې کار کولو کښې سستى ونۀ کړه، ځکه چې هغه د يعقوب په لور مئين وو. هغه د پلار په خاندان کښې د ټولو نه عزتمند سړے وو.</verse>
				<verse number="20">همور او د هغۀ زوئ شِکم د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې ځائ ته لاړل، او د ښار خلقو سره يې خبره وکړه چې،</verse>
				<verse number="21">”دا د خېر خلق دى، دوئ دې زمونږ سره په دې مُلک کښې اوسيږى او کاروبار دې کوى. دا مُلک د دوئ دپاره هم ښۀ لوئ دے. مونږ به د دوئ لوڼه وکړُو او خپلې لوڼه به دوئ له ورکړُو.</verse>
				<verse number="22">خو دا خلق به صِرف په يو شرط زمونږ سره اوسيږى او يو قوم به شُو چې مونږ خپل ټول نران سنت کړُو، لکه چې دوئ هم سنت شوى دى.</verse>
				<verse number="23">د دوئ ټول څاروى او د نور هر څۀ دې زمونږ نۀ شى څۀ؟ راځئ چې جوړه ورسره وکړُو نو دوئ به زمونږ سره اوسيږى.“</verse>
				<verse number="24">د ښار ټول خلق د همور او شِکم په خبره باندې راضى شول او ټول نران سنت شول.</verse>
				<verse number="25">په درېمه ورځ چې د سنت کېدو په وجه ټول سړى خوږېدل، د يعقوب دوو زامنو، د دينه سکه وروڼو، شمعون او ليوى، خپلې تُورې راواخستلې، ښار ته دننه په آسانۍ سره راغلل او ټول سړى يې ووژل.</verse>
				<verse number="26">دوئ همور او د هغۀ زوئ شِکم په تُوره ووژل. بيا دوئ دينه د شِکم د کور نه بوتله او لاړل.</verse>
				<verse number="27">د دې قتلِ عام نه پس د يعقوب نورو زامنو ښار لوټ کړو چې د خپلې خور د بې‌عزتۍ بدل واخلى.</verse>
				<verse number="28">دوئ رَمې څاروى، خرۀ او په ښار او پټو کښې چې څۀ هم وُو هغه يې يوړل.</verse>
				<verse number="29">دوئ مال دولت يوړو، ټولې ښځې او ماشومان يې ونيول او د کورونو نه يې هر څۀ لوټ کړل.</verse>
				<verse number="30">يعقوب، شمعون او ليوى ته ووئيل، ”تاسو زۀ په تکليف کښې اچولے يم، اوس به کنعانيان، فرزيان او د دې مُلک هر يو کس زما نه نفرت کوى. زما سره دومره سړى نشته، کۀ دوئ ټول زما خِلاف يو ځائ شى او په ما حمله وکړى نو زمونږ مکمل خاندان به تباه شى.“</verse>
				<verse number="31">خو هغوئ ووئيل، ”مونږ دا نۀ شُو زغملے چې زمونږ خور سره دې د کنجرې په شان سلوک وشى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="35">
				<verse number="1">څۀ موده وروستو خُدائ پاک يعقوب ته ووئيل، ”پاڅه او سمدستى بيت‌ايل ته لاړ شه او هلته اوسېږه. هلته ما ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. زۀ هغه خُدائ پاک يم چې تا ته راڅرګند شوے وم چې کله تۀ د خپل ورور عِيسو نه تښتېدلې.“</verse>
				<verse number="2">نو يعقوب خپل خاندان ته او هغه ټولو ته چې د هغۀ سره وُو ووئيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى هغه وغورزوئ، خپل ځانونه پاک کړئ او صفا جامې واغوندئ.</verse>
				<verse number="3">مونږ به د دې ځائ نه بيت‌ايل ته ځُو، هلته به زۀ خُدائ پاک ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړم چا چې په تکليف کښې زما سوال اورېدلے دے او چې زۀ چرته هم تلے يم نو هغه زما مل وو.“</verse>
				<verse number="4">نو هغوئ هغه ټول پردى بُتان چې د دوئ سره وُو او د دوئ په غوږُونو کښې چې کومې والۍ وې، هغه يې يعقوب له ورکړې. هغۀ دا شِکم ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل.</verse>
				<verse number="5">چې کله يعقوب او د هغۀ زامن په سفر روان وُو، نو د ګېرچاپېره ښارونو په خلقو باندې د خُدائ پاک سخته يره راغله، نو هيڅ څوک ورپسې نۀ شول.</verse>
				<verse number="6">يعقوب د خپلو ټولو خلقو سره لوز ته راغلو، کوم چې د کنعان په مُلک کښې په بيت‌ايل مشهور دے.</verse>
				<verse number="7">هغۀ هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او په هغه ځائ يې ”د بيت‌ايل خُدائ پاک“ نوم کېښودو، ځکه چې خُدائ پاک هغۀ ته هلته راڅرګند شوے وو کله چې هغه د خپل ورور نه تښتېدلو.</verse>
				<verse number="8">د رِبقه خِدمتګاره دبوره مړه شوه او بيت‌ايل ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخه شوه. نو ځکه د دې نوم ”د ژړا څېړۍ“ شو.</verse>
				<verse number="9">چې کله يعقوب د مسوپتاميه نه راواپس شو، خُدائ پاک يعقوب ته بيا راڅرګند شو او هغۀ له يې برکت ورکړو.</verse>
				<verse number="10">خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، ”ستا نوم يعقوب دے، خو د نن نه پس ستا نوم اِسرائيل شو.“ نو د هغۀ نوم يې اِسرائيل کېښودو.</verse>
				<verse number="11">او خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. تۀ ډېر اولاد پېدا کړه. قومونه به ستا د اولاد نه جوړيږى او ستا په اولاد کښې به بادشاهان جوړيږى.</verse>
				<verse number="12">زۀ به هغه مُلک تا له درکړم کوم چې ما اِبراهيم او اِسحاق له ورکړے وو او ستا نه پس به دا مُلک ستا اولاد له هم ورکوم.“</verse>
				<verse number="13">بيا خُدائ پاک د هغۀ نه لاړو.</verse>
				<verse number="14">چرته چې خُدائ پاک د هغۀ سره خبرې کړې وې، نو يعقوب يو يادګارى کاڼے ودرولو او وقف يې کړو، مے او تېل يې پرې واچول.</verse>
				<verse number="15">هغۀ په هغه ځائ بيت‌ايل نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="16">بيا يعقوب او د هغۀ خاندان د بيت‌ايل نه کډه وکړه او چې کله دوئ د اِفرات نه لږ غوندې لرې وُو، د راحيل د ماشوم د پېدا کېدو وخت راغلو او هغه په سخت درد کښې وه.</verse>
				<verse number="17">چې کله هغه د لنګون په دردونو کښې وه د هغې ماشوم پېدا شو، دايڼې هغې ته ووئيل، ”راحيل، يرېږه مه، اوس ستا بل زوئ هم شته.“</verse>
				<verse number="18">هغه مړه کېدله او د هغې ساه په وتلو وه، نو هغې په خپل زوئ بِن‌اَونى نوم کېښودو، خو يعقوب پرې بنيامين نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="19">چې راحيل په حق ورسېده، نو هغه د اِفرات د لار په غاړه ښخه کړے شوه، چې هغه ځائ اوس د بيت‌لحم په نوم ياديږى.</verse>
				<verse number="20">يعقوب هلته يو يادګارى کاڼے ودرولو او دا تر نن ورځې پورې د راحيل د قبر نښه ده.</verse>
				<verse number="21">يعقوب بيا کډه يوړه او د عدر د څوکيدارۍ د برج بل طرف ته يې خېمه ولګوله.</verse>
				<verse number="22">چې کله يعقوب په هغه مُلک کښې اوسېدو، روبين لاړو او د خپل پلار د وينځې بِلهاه سره څملاستو، يعقوب د دې نه خبر شو او غصه شو. د يعقوب دولس زامن وُو.</verse>
				<verse number="23">دا د لِياه زامن دى، روبين د يعقوب مشر زوئ، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار او زبولون.</verse>
				<verse number="24">د راحيل زامن يوسف او بنيامين وُو.</verse>
				<verse number="25">د راحيل د وينځې بِلهاه زامن، دان او نفتالى وُو.</verse>
				<verse number="26">د لِياه د وينځې زِلفه زامن جاد او آشر وُو. دا د يعقوب زامن دى چې په مسوپتاميه کښې پېدا شوى وُو.</verse>
				<verse number="27">يعقوب واپس خپل پلار اِسحاق ته، حبرون سره نزدې ممرې ته راغلو، دا هغه ځائ دے چرته چې اِبراهيم او اِسحاق اوسېدلى وُو.</verse>
				<verse number="28">د اِسحاق ټول عُمر يو سل اتيا کاله وو</verse>
				<verse number="29">او اِسحاق ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې وفات شو او هغه خپلو زامنو عِيسو او يعقوب ښخ کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="36">
				<verse number="1">دا د عِيسو اولاد دے، چې د ادوم په نوم هم يادېدو.</verse>
				<verse number="2">عِيسو دا کنعانۍ جينکۍ وادۀ کړې، د حِتى ايلون لور عده، د صبعون حِوى د عنه د زوئ لور، اُهليبامه،</verse>
				<verse number="3">او د اِسمٰعيل لور د نبايوت خور، باسمت.</verse>
				<verse number="4">د عده نه اليفز پېدا شو، د باسمت نه رعواېل پېدا شو،</verse>
				<verse number="5">او اُهليبامه نه يعوس، يعلام او قورح پېدا شول، د عِيسو دا ټول زامن د کنعان په مُلک کښې پېدا شوى وُو.</verse>
				<verse number="6">بيا عِيسو د خپلو ښځو، خپلو زامنو، لوڼو او د خپل کور ټولو خلقو سره او خپلو ټولو څاروو او د هغه هر څۀ سره چې هغۀ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان شو او د خپل ورور يعقوب نه بل مُلک ته لاړو.</verse>
				<verse number="7">هغه ځکه لاړو چې په کوم ځائ کښې هغه او يعقوب اوسېدل هلته يې ګزاره نۀ کېدله، د هغوئ څاروى ډېر زيات وُو او نور دوئ په يو ځائ اوسېدلے نۀ شول.</verse>
				<verse number="8">نو عِيسو د غرونو مُلک ادوم کښې اوسېدو.</verse>
				<verse number="9">دا د ادوميانو د پلار نيکۀ، د عِيسو اولاد دے.</verse>
				<verse number="10">د عِيسو د ښځې عده نه يو زوئ، اليفز پېدا شو. او د اليفز اولاد دا وو، تيمان، اومر، صفو، جعتام او قنز. او د وينځې، تمنع نه د هغۀ يو بل زوئ عماليق وو. د عِيسو د ښځې باسمت نه د هغۀ يو زوئ رعواېل پېدا شو او د رعواېل دا څلور زامن وُو، نحت، زارح، سمه او مِزه.</verse>
				<verse number="11"></verse>
				<verse number="12"></verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14">د عنه لور د صبعون نمسۍ چې د عِيسو ښځه وه د هغې نوم اُهليبامه وو، د هغې د عِيسو نه دا درې زامن پېدا شول، يعوس، يعلام او قورح.</verse>
				<verse number="15">دا د عِيسو اولاد نه جوړې شوې قبيلې دى. د عِيسو مشر زوئ اليفز د دې قبيلو پلار نيکۀ وو، تيمان، اومر، صفو، قنز،</verse>
				<verse number="16">قورح، جعتام او عماليق. دا ټول د عِيسو د ښځې عده اولاد دے.</verse>
				<verse number="17">د عِيسو زوئ رعواېل د دې قبيلو پلار نيکۀ وو، نحت، زارح، سمه او مِزه. دا ټول د عِيسو د ښځې باسمت اولاد وو.</verse>
				<verse number="18">دا قبيلې د عِيسو د ښځې اُهليبامه اولاد دے چې هغه د عنه لور وه، يعوس، يعلام او قورح.</verse>
				<verse number="19">دا ټولې قبيلې د عِيسو په اولاد کښې راځى.</verse>
				<verse number="20">د ادوم د مُلک اصلى اوسېدونکى په قبيلو کښې تقسيم وُو چې د دوئ نسب‌نامه د حورى، سعير دې اولاد ته ځى، لوطان، سوبل، صبعون، عنه، ديسون، ايصر او ديسان.</verse>
				<verse number="21"></verse>
				<verse number="22">لوطان د حورى او هيمام قومونو پلار نيکۀ وو. د لوطان د خور تمنع نوم وو.</verse>
				<verse number="23">سوبل د علوان، مانحت، عيبال، سفو او د اونام قومونو پلار نيکۀ وو.</verse>
				<verse number="24">د صبعون دوه زامن آيه او عنه وُو. دا هغه عنه دے چې کله هغۀ د خپل پلار خرۀ څرول نو په صحرا کښې يې ګرمې چينې وموندلې.</verse>
				<verse number="25">عنه د ديسون پلار وو، هغه د حمدان، اشبان، يتران او کِران قومونو پلار نيکۀ وو. د عنه يوه لور وه چې د هغې نوم هم اُهليبامه وو.</verse>
				<verse number="26"></verse>
				<verse number="27">ايصر د بِلهان، زعوان او عقان قومونو پلار نيکۀ وو.</verse>
				<verse number="28">ديسان د عُوض او اران قومونو پلار نيکۀ وو.</verse>
				<verse number="29">دا د ادوم په مُلک کښې حورى قبيلې دى، لوطان، سوبل، صبعون، عنه، ديسون، ايصر او ديسان.</verse>
				<verse number="30"></verse>
				<verse number="31">د دې نه مخکښې په بنى اِسرائيلو هيچا هم بادشاهى نۀ وه کړې او دې بادشاهانو د ادوم په مُلک بادشاهى وکړه، د دِنهابا نه د بعور زوئ بالع، د بُصره نه د زارح زوئ يوباب، د تيمان د علاقې نه حشيم او د عويت نه د بدد زوئ هدد، هدد د موآب په مُلک کښې په يو جنګ کښې ميديانو ته شکست ورکړے وو، د مسرقه نه شمله، د سيند د غاړې رحوبوت نه ساؤل، د عکبور زوئ بعل حنان، د پاوُ نه حدد، د هغۀ ښځه مهيطب‌اېل، د مطرِد لور او ميضاهاب نمسۍ وه.</verse>
				<verse number="32"></verse>
				<verse number="33"></verse>
				<verse number="34"></verse>
				<verse number="35"></verse>
				<verse number="36"></verse>
				<verse number="37"></verse>
				<verse number="38"></verse>
				<verse number="39"></verse>
				<verse number="40">عِيسو د دې ادومى قبيلو پلار نيکۀ وو، تمنع، علوه، يتيت، اُهليبامه، ايله، فينون، قنز، تيمان، مِبصار، مجدِاېل او عِرام. يوه علاقه به د هم هغه قبيلې په نوم مشهوره وه چې چرته به هغه قبيله اوسېده.</verse>
				<verse number="41"></verse>
				<verse number="42"></verse>
				<verse number="43"></verse>
			</chapter>
			<chapter number="37">
				<verse number="1">يعقوب د کنعان په مُلک کښې اوسېدو، چرته چې د هغۀ پلار د مسافر په توګه اوسېدلے وو،</verse>
				<verse number="2">او دا د يعقوب د خاندان قيصه ده. د اوولسو کالو ځوان زلمى، يوسف، د وروڼو سره ګډې او چېلۍ څرولې، چې هغوئ د هغۀ د پلار د نورو ښځو، زِلفه او بِلهاه زامن وُو. هغۀ خپل پلار د هغه غلطو کارونو نه خبر کړو کوم چې د هغۀ وروڼو کول.</verse>
				<verse number="3">يعقوب د يوسف سره د نورو ټولو زامنو نه زياته مينه کوله، ځکه چې هغه د هغۀ د سپين سر زوئ وو. يعقوب د هغۀ دپاره د اوږدو لستُوڼو والا يوه ښُکلې چُوغه جوړه کړه.</verse>
				<verse number="4">چې کله د هغۀ وروڼو دا وليدل چې د هغوئ پلار د يوسف سره د هغوئ نه زياته مينه کوى، نو په هغوئ باندې هغه دومره بد لګېدو چې هغوئ به د هغۀ سره په سمه خولۀ خبرې هم نۀ کولې.</verse>
				<verse number="5">يو ځل يوسف خوب وليدو نو چې هغۀ خپل وروڼه د دې نه خبر کړل، نو د هغوئ کينه د يوسف سره نوره هم زياته شوه.</verse>
				<verse number="6">هغۀ ووئيل، ”ما چې کوم خوب ليدلے دے هغه واورئ.</verse>
				<verse number="7">مونږ ټولو په پټى کښې د غنمو ګېډۍ تړلې، ناڅاپه زما ګېډۍ پاڅېدله او نېغه ودرېدله. ستاسو ګېډۍ زما د ګېډۍ نه ګېرچاپېره تاو شوې او هغې ته ټيټې شوې.“</verse>
				<verse number="8">د هغۀ وروڼو ترې تپوس وکړو، ”ستا څۀ خيال دے تۀ به بادشاه جوړېږې او په مونږ به بادشاهى کوې څۀ؟“ نو د يوسف د خوبونو او چې هغۀ د وروڼو په حقله څۀ فرمائيلى وُو په دې وجه، د هغوئ ورسره کينه نوره هم زياته شوه.</verse>
				<verse number="9">بيا يوسف يو بل خوب وليدو او خپلو وروڼو ته يې ووئيل، ”ما يو بل خوب ليدلے دے، چې په هغې کښې ما نمر او سپوږمۍ وليدل او يوولس ستورى هم چې ما ته ټيټېدل.“</verse>
				<verse number="10">هغۀ دا خوب خپل پلار ته هم ووئيلو او پلار هغه ورټلو، ”دا څنګه خوب دے چې تا ليدلے دے؟ ستا خيال دا دے چې ستا مور، ستا وروڼه او زۀ، مونږ به راځو او تا ته به په زمکه پرېوځُو؟“</verse>
				<verse number="11">يوسف په وروڼو بد لګېدو، خو د هغۀ پلار د هغۀ دا ټولې خبرې په خپل زړۀ کښې يادې ساتلې.</verse>
				<verse number="12">يوه ورځ چې کله د يوسف وروڼه د خپل پلار رَمې څرولو له شِکم ته تلى وُو،</verse>
				<verse number="13">يعقوب يوسف ته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ شِکم ته لاړ شې، چرته چې ستا وروڼه رمه څروى.“ يوسف ورته ووئيل، ”زۀ تيار يم.“</verse>
				<verse number="14">د هغۀ پلار ووئيل، ”لاړ شه او وګوره کۀ رمه او ستا وروڼه په خېر وى، بيا واپس راشه او ما خبر کړه.“ نو د هغۀ پلار هغه د حبرون مېدان نه ولېږلو او يوسف شِکم ته ورسېدو</verse>
				<verse number="15">او هلته د څرن په ځائ کښې اخوا دېخوا ګرځېدو چې کله يو سړى هغه وليدو نو تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ څۀ پسې ګرځې؟“</verse>
				<verse number="16">هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ خپلو وروڼو پسې ګرځم، ما ته ووايه چې هغوئ خپله رمه چرته څروى.“</verse>
				<verse number="17">هغه سړى ورته ووئيل، ”هغوئ خو تلى دى. د هغوئ نه ما واورېدل چې دوئ دوتين ته ځى.“ نو يوسف په خپلو وروڼو پسې لاړو او هغوئ يې په دوتين کښې وموندل.</verse>
				<verse number="18">هغوئ هغه د لرې نه وليدو او د هغۀ د رسېدو نه مخکښې يې د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او د هغۀ د وژلو فېصله يې وکړه.</verse>
				<verse number="19">هغوئ يو بل ته ووئيل، ”ګورئ، د خوبونو اُستاذ راروان دے.</verse>
				<verse number="20">نو اوس راځئ، چې وې وژنو او په يو اوچ کوهى کښې يې وغورزوو. مونږ به وايو چې هغه يو ځنګلى ځناور خوړلے دے. بيا به مونږ وګورو چې د هغۀ د خوبونو څۀ نتيجه راوځى.“</verse>
				<verse number="21">روبين د هغوئ خبرې واورېدې او د هغۀ د بچ کولو کوشش يې وکړو. هغۀ ووئيل، ”يوسف به نۀ مړ کوُو.“</verse>
				<verse number="22">هغۀ ووئيل، ”هغه په دې صحرا کښې دې کوهى ته وغورزوئ، خو د هغۀ وينه مۀ تويَوئ.“ هغۀ دا خبره د دې دپاره وکړه، چې د دوئ نه يې بچ کړى او هغه واپس خپل پلار له ولېږى.</verse>
				<verse number="23">کله چې يوسف خپلو وروڼو له راغلو، هغوئ د هغۀ نه د اوږدو لستُوڼو والا ښُکلې چُوغه وويستله.</verse>
				<verse number="24">بيا هغوئ هغه اوچت کړو او هغه اوچ کوهى ته يې وغورزولو.</verse>
				<verse number="25">چې کله دوئ روټۍ ته ناست وُو، نو هغوئ د اِسمٰعيليانو يو کاروان وليدو چې هغوئ د جِلعاد نه مِصر ته په سفر روان وُو. د هغوئ په اوښانو خوشبودارې مصالحې او عطر بار وُو.</verse>
				<verse number="26">يهوداه خپلو وروڼو ته ووئيل، ”زمونږ د ورور وژل او د هغۀ مرګ پټول به مونږ له څۀ فائده راکړى؟</verse>
				<verse number="27">راځئ چې هغه په دې اِسمٰعيليانو خرڅ کړُو. مونږ به هغۀ ته څۀ ضرر نۀ رسوُو، آخر بيا هم، هغه زمونږ ورور دے او زمونږ خپله وينه ده.“ د هغۀ وروڼه په دې راضى شول،</verse>
				<verse number="28">او چې کله څۀ سوداګر هلته تېرېدل، د هغۀ وروڼو يوسف د کوهى نه بهر راوويستلو او هغه يې د سپينو زرو په شلو سيکو په اِسمٰعيليانو باندې خرڅ کړو، نو هغوئ مِصر ته بوتلو.</verse>
				<verse number="29">چې کله روبين واپس کوهى ته راغلو او وې ليدل چې يوسف هلته نۀ وو، نو هغۀ د خفګان په وجه خپلې جامې وشلولې.</verse>
				<verse number="30">هغه واپس وروڼو ته راغلو او ورته يې ووئيل، ”هلک خو هلته نشته. زۀ څۀ وکړم؟“</verse>
				<verse number="31">بيا هغوئ يو چېلے حلال کړو او د يوسف چُوغه يې په وينه کښې ډُوبه کړه.</verse>
				<verse number="32">هغوئ هغه چُوغه خپل پلار له يوړه او وې وئيل، ”مونږ دا وموندله. دا وګوره چې دا ستا د زوئ ده او کۀ نۀ ده؟“</verse>
				<verse number="33">هغۀ دا وپېژندله او وې فرمائيل، ”آو، دا چُوغه هم زما د زوئ ده. څۀ ځنګلى ځناورو هغه خوړلے دے. زما زوئ يوسف به په رښتيا سره ټوټې ټوټې شوے وى.“</verse>
				<verse number="34">يعقوب د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او د ټاټ جامې يې واغوستلې. د زوئ په غم کښې هغه ډېرې ورځې غمژن وو.</verse>
				<verse number="35">ټول زامن او لوڼه تسلۍ ورکولو له ورله راغلل، خو په هغۀ دې تسلۍ اثر ونۀ کړو او وې فرمائيل، ”زۀ به د خپل زوئ په غم کښې تر مرګه پورې ژاړم.“ نو هغه د خپل زوئ يوسف په غم کښې غمژن وو.</verse>
				<verse number="36">په دې دوران کښې، سوداګرو يوسف په مِصر کښې، د فِرعون په يو آفسر، فوطيفار باندې خرڅ کړو، چې هغه د محل د فوجيانو مشر وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="38">
				<verse number="1">هم هغه وخت يهوداه خپل وروڼه پرېښودل، لاړو او د حيره نومې يو سړى سره اوسېدو، چې هغه د عدولام د ښار وو.</verse>
				<verse number="2">هلته يهوداه د يوې کنعانۍ جينۍ سره مِلاو شو چې د هغې د پلار نوم سوع وو. يهوداه هغه وادۀ کړه او ورسره څملاستو،</verse>
				<verse number="3">د هغې يو زوئ وشو، چې هغۀ پرې عير نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="4">هغه بيا اُميدواره شوه او يو بل زوئ يې پېدا شو او هغې پرې اونان نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="5">د هغې يو بل زوئ وشو او د هغۀ نوم يې سيله کېښودو. يهوداه په کزيب کښې وو چې کله دا ماشوم پېدا شو.</verse>
				<verse number="6">يهوداه د خپل مشر زوئ عير دپاره ښځه وکړه چې د هغې نوم تامار وو.</verse>
				<verse number="7">د عير سلوک د مالِک خُدائ په نظر کښې ډېر خراب وو او هغه ترې نارضا شو، نو مالِک خُدائ هغه مړ کړو.</verse>
				<verse number="8">بيا يهوداه د عير ورور اونان ته ووئيل، ”لاړ شه او د خپلې کونډې ورندارې سره څمله. د هغې د خاوند د ورور په توګه د هغې سره خپله ذمه وارى پوره کړه، نو داسې ستا د ورور به هم اولاد وى.“</verse>
				<verse number="9">خو اونان ته پته ولګېده چې هغه بچى به د اونان خپل نۀ وى، نو چې کله به هغه د خپلې کونډې ورندارې سره څملاستو نو هغۀ به د نر اوبۀ په زمکه څڅولې، چې داسې به د هغۀ د ورور بچى نۀ وى.</verse>
				<verse number="10">هغۀ چې څۀ کول مالِک خُدائ ترې نه په دې نارضا شو او مالِک خُدائ هغه هم ووژلو.</verse>
				<verse number="11">بيا يهوداه خپلې اِنږور تامار ته ووئيل، ”د خپل پلار کور ته لاړه شه او تر هغې پورې کونډه پاتې شه چې زما زوئ سيله لوئ شوے نۀ وى.“ هغۀ دا ځکه ووئيل چې هغه يرېدو چې سيله به ووژلے شى، لکه چې د هغۀ خپل وروڼه هم وژلے شوى وُو. نو تامار لاړه او د خپل پلار په کور کښې اوسېده.</verse>
				<verse number="12">څۀ وخت وروستو د يهوداه ښځه مړه شوه. چې کله په هغۀ د غم ورځې تېرې شوې، هغه او د هغۀ ملګرى د عدولام حيره، تمنت ته لاړل، چرته چې د هغۀ د ګډو وړۍ کلېدلې.</verse>
				<verse number="13">تامار ته چا ووئيل چې د هغې سخر ګډو کلولو له تمنت ته ځى.</verse>
				<verse number="14">نو هغې د کونډتوب جامې وويستلې چې هغې اغوستې وې او مخ يې په څادر پټ کړو او د تمنت په لاره د عينيم ښار سره نزدې ورته کښېناسته. ځکه چې هغې ته ښۀ پته وه چې د يهوداه وړوکے زوئ لوئ شوے وو او تر اوسه پورې يې ودېدو له نۀ وه ورکړې.</verse>
				<verse number="15">چې کله يهوداه هغه وليده، نو خيال يې دا وو چې ګنې کنجره ده، ځکه چې هغې خپل مخ پټ کړے وو.</verse>
				<verse number="16">هغه د لار په غاړه هغې له ورَغلو او وې وئيل، ”زۀ تا سره څملاستل غواړم.“ هغۀ ته پته نۀ وه چې هغه يې اِنږور ده. هغې ووئيل، ”تۀ به ما له څۀ راکړې؟“</verse>
				<verse number="17">هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ به تا له د خپلې رَمې نه يوه چېلۍ درولېږم.“ هغې ووئيل، ”ټيک ده، خو تۀ ما له په ضمانت کښې څۀ راکړه چې د ځان سره يې تر هغې پورې کېږدم چې تا چېلۍ نۀ وى رالېږلې.“</verse>
				<verse number="18">هغۀ ترې تپوس وکړو، ”زۀ په ضمانت کښې څۀ درسره کېږدم؟“ هغې ورته ووئيل، ”ستا په غاړه کښې خپل مهر سره د مزى او ستا په لاس کښې دا امسا.“ هغۀ دا څيزونه هغې له ورکړل. بيا دوئ څملاستل او هغه اُميدواره شوه.</verse>
				<verse number="19">تامار کور ته لاړه، څادر يې لرې کړو او د کونډتوب جامې يې بيا واغوستلې.</verse>
				<verse number="20">وروستو يهوداه خپل ملګرے حيره عدلامى د چېلۍ سره ورولېږلو چې د ضمانت څيزونه د هغه ښځې نه واپس راوړى، خو حيره هغه ونۀ مونده.</verse>
				<verse number="21">هغۀ په عينيم کښې د څۀ کسانو نه تپوس وکړو، ”هغه کنجره چرته ده چې د لارې په غاړه ناسته وه؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”دلته خو کنجره نۀ وه.“</verse>
				<verse number="22">هغه يهوداه ته واپس راغلو او وې وئيل، ”ما هغه ونۀ موندله. د هغه ځائ خلقو ووئيل چې په هغه ځائ کښې کله هم کنجره نۀ وه.“</verse>
				<verse number="23">يهوداه ووئيل، ”پرېږده چې هغه څيزونه هغه د ځان سره وساتى. مونږ نۀ غواړُو چې خلق راپورې وخاندى. ما هغې له د مزدورۍ ورکولو کوشش وکړو، خو تا هغه ونۀ موندله.“</verse>
				<verse number="24">تقريباً درې مياشتې وروستو يهوداه ته چا ووئيل، ”ستا اِنږور تامار کنجرتوب کولو او اوس هغه اُميدواره ده.“ يهوداه ووئيل، ”هغه بهر راوباسئ او په اور کښې يې وسوزوئ.“</verse>
				<verse number="25">چې هغه بهر راوويستلے شوه، هغې خپل سخر له خبر ورولېږلو، ”زۀ د هغه سړى نه اُميدواره يم چې دا څيزونه د چا وى. دې ته وګورئ چې دا مهر سره د مزى او دا لښته د چا دى.“</verse>
				<verse number="26">يهوداه دا وپېژندل او وې وئيل، ”هغه په حقه ده. زۀ د هغې سره په خپله ذمه وارۍ کښې ناکام شوے يم. ځکه چې ما هغه خپل زوئ سيله ته وادۀ نۀ کړه.“ او يهوداه د هغې سره بيا شپه تېره نۀ کړه.</verse>
				<verse number="27">چې کله د هغې د بچى پېدا کېدو وخت راغلو، دا پته ولګېده چې د هغې جوړه بچى پېدا کېدونکى دى.</verse>
				<verse number="28">چې کله هغه په تکليف کښې وه، يو ماشوم لاس رابهر کړو، دايڼې يې لاس راونيولو، سور تار يې ترې تاو کړو او وې وئيل، ”دا وړومبے پېدا شوے دے.“</verse>
				<verse number="29">خو هغۀ خپل لاس واپس راښکلو او د هغۀ ورور وړومبے پېدا شو. بيا هغه دايڼې ووئيل، ”تا څنګه د ځان دپاره د راوتلو لار جوړه کړې ده.“ نو د هغۀ نوم فارص شو.</verse>
				<verse number="30">بيا د هغۀ ورور پېدا شو چې د هغۀ د لاس نه سور تار تاو وو او د هغۀ نوم زارح شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="39">
				<verse number="1">کله چې اِسمٰعيليانو يوسف مِصر ته بوتلو، هغه يې فوطيفار نومې د فِرعون په يو آفسر باندې خرڅ کړو، چې هغه د محل د څوکيدارانو مشر وو.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ د يوسف مل وو او هغه يې کامياب کړو. هغه د خپل مِصرى نېک په کور کښې اوسېدو،</verse>
				<verse number="3">چې هغۀ وليدل چې مالِک خُدائ د يوسف مل دے او هغه يې په هر کار کښې کامياب کړے دے.</verse>
				<verse number="4">نو فوطيفار د هغۀ نه خوشحال وو او هغه يې خپل ذاتى خِدمتګار او د خپل کور مشر يې جوړ کړو او خپل هر څۀ يې هغۀ ته وسپارل.</verse>
				<verse number="5">هم د هغه وخت نه، هم د يوسف په وجه مالِک خُدائ د دې مِصرى خاندان له برکت ورکړے وو او ورسره هغه هر څيز له يې برکت ورکړو چې د هغۀ په کور او په پټو کښې وُو.</verse>
				<verse number="6">فوطيفار چې څۀ هم لرل هغه يې يوسف له ورکړل چې خيال يې ساتى او په خپله يې د خوراک نه بغېر د يو څيز فکر هم نۀ کولو. نو يوسف ښائسته بدن لرلو او ښُکلےځوان وو،</verse>
				<verse number="7">او څۀ موده وروستو د هغۀ د نېک ښځې يوسف ته د شوق په سترګه کتل او ورته يې ووئيل، ”راشه او ما سره څمله.“</verse>
				<verse number="8">هغۀ اِنکار وکړو او ورته يې ووئيل، ”ګوره، زما نېک په خپله په دې کور کښې د يو څيز فکر هم نۀ کوى، ځکه چې زۀ دلته يم. هغۀ زۀ په خپل هر څيز مشر جوړ کړے يم.</verse>
				<verse number="9">زۀ په دې کور کښې د هغۀ هومره اختيار لرم او هغۀ ستا نه بغېر زما نه هيڅ څيز هم نۀ دے منع کړے. نو بيا زۀ داسې غلط کار څنګه وکړم چې د خُدائ پاک ګناهګار شم؟“</verse>
				<verse number="10">اګر چې هغې به هره ورځ يوسف ته وئيل، خو هغۀ د هغې خبره نۀ منله چې ورسره څملى او نۀ ورنزدې کېدو.</verse>
				<verse number="11">خو يوه ورځ چې کله يوسف د کار دپاره کور ته ننوتو، په کور کښې يو خِدمتګار هم نۀ وو.</verse>
				<verse number="12">هغې هغه د قميص نه ونيوو او ورته يې ووئيل، ”راشه. ما سره څمله.“ خو هغۀ بهر منډه کړه او وتښتېدو او د هغۀ قميص د هغې په لاس کښې پاتې شو.</verse>
				<verse number="13">کله چې هغې وليدل چې د هغۀ نه قميص پاتې شو او د کور نه يې بهر منډه کړه،</verse>
				<verse number="14">هغې د کور خِدمتګاران راوغوښتل او وې وئيل، ”دا وګورئ، زما خاوند چې کور ته کوم عبرانے راوستے دے هغه مونږ شرموى. هغه زما کوټې ته راننوتو او ما ته يې د لاس راچولو کوشش وکړو، خو ما په زوره زوره چغې ووهلې.</verse>
				<verse number="15">نو زما چغو سره هغۀ بهر منډه کړه او قميص يې زما سره پرېښودو.“</verse>
				<verse number="16">هغې دا قميص د يوسف د نېک کور ته راتلو پورې وساتلو.</verse>
				<verse number="17">بيا هغې هغۀ ته هم هغه شان قيصه تېره کړه، ”تا چې کوم عبرانے نوکر دلته راوستلے دے هغه زما کوټې ته راننوتو او لاس يې راواچولو.</verse>
				<verse number="18">خو چې کله ما چغې ووهلې، هغۀ بهر منډه کړه او خپل قميص يې زما سره پرېښودو.“</verse>
				<verse number="19">چې کله د يوسف نېک دا قيصه واورېده کومه چې خپلې ښځې ورته بيان کړه، نو هغه د غصې نه تک سور شو.</verse>
				<verse number="20">نو يوسف يې ونيولو او په هغه قېدخانه کښې يې بند کړو چرته به چې د بادشاه قېديان قېد کولے شول او هغه هلته په قېدخانه کښې وو.</verse>
				<verse number="21">خو مالِک خُدائ د يوسف مل وو نو رحم يې پرې وکړو او هغه د قېدخانې د آفسر په نظر کښې ښۀ راغلو.</verse>
				<verse number="22">هغۀ يوسف د نورو ټولو قېديانو مشر جوړ کړو او چې په قېدخانه کښې څۀ هم کېدل د هر څۀ ذمه وارى يې ورکړه.</verse>
				<verse number="23">د قېدخانې آفسر د هغه يو څيز فکر هم نۀ کولو چې يوسف له يې کومه ذمه وارى ورکړې وه، ځکه چې مالِک خُدائ د يوسف مل وو او هغه يې په هر کار کښې کامياب کولو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="40">
				<verse number="1">څۀ موده وروستو د مِصر د بادشاه ساقى او مشر نانبائى داسې څۀ غلط کار وکړو چې بادشاه ورباندې خفه شو.</verse>
				<verse number="2">فِرعون دې دواړو آفسرانو ته سخت غصه شو</verse>
				<verse number="3">او دوئ يې د څوکيدارانو د مشر په کور کښې قېد کړل، هم په هغه ځائ کښې چې چرته يوسف هم قېد وو.</verse>
				<verse number="4">دوئ ډېر وخت په قېدخانه کښې تېر کړو او د څوکيدارانو مشر يوسف ته يې حواله کړل چې د دوئ خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="5">يوه شپه په قېدخانه کښې د مِصر د بادشاه ساقى او مشر نانبائى دواړو خوب وليدو او د هر يو خوب خپل خپل مطلب وو.</verse>
				<verse number="6">چې کله يوسف هغوئ له سحر ورَغلو، هغۀ دوئ پرېشانه وليدل.</verse>
				<verse number="7">هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو ولې نن دومره پرېشانه ښکارئ؟“</verse>
				<verse number="8">هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ دواړو يو يو خوب ليدلے دے او دلته داسې هيڅ څوک هم نشته چې تعبير يې وکړى.“ يوسف ورته ووئيل چې، ”دا خو خُدائ پاک دے چې هغه د خوبونو د تعبير عِلم ورکوى، تاسو ما ته خپل خوبونه ووايئ.“</verse>
				<verse number="9">نو ساقى ووئيل، ”زما په خوب کښې زما په مخکښې د انګورو بوټے وو،</verse>
				<verse number="10">د دې درې څانګې وې. چې څنګه د دې نه پاڼې راووتلې، غوټۍ راڅرګندې شوې او انګور پاخۀ شول.</verse>
				<verse number="11">ما د فِرعون پيالۍ په لاس کښې نيولې وه، نو ما انګور راواخستل او دا مې په پيالۍ کښې نچوړ کړل او هغۀ له مې ورکړل.“</verse>
				<verse number="12">يوسف ووئيل، ”د دې تعبير دا دے، دا درې څانګې درې ورځې دى.</verse>
				<verse number="13">په دې درېو ورځو کښې به فِرعون تا آزاد کړى او په خپل ځائ به دې کښېنوى. تۀ به هغۀ له پيالۍ ورکړې او د مخکښې په شان به د هغۀ ساقى يې.</verse>
				<verse number="14">خو چې کله ستا دپاره هر څۀ سم شى نو ما مۀ هېروه او په ما ډېره مِهربانى وکړه فِرعون ته زما ذِکر وکړه او د دې قېدخانې نه خلاصېدلو کښې زما مدد وکړه.</verse>
				<verse number="15">ځکه چې زۀ د عبرانيانو د مُلک نه راتښتولے شوے وم او ما دلته په مِصر کښې داسې هيڅ کار نۀ دے کړے چې په دې قېدخانه کښې بندى شم.“</verse>
				<verse number="16">چې کله مشر نانبائى پوهه شو چې د ساقى د خوب تعبير ښۀ وو، هغۀ هم يوسف ته ووئيل، ”ما هم خوب ليدلے دے، ما په سر د روټۍ درې ټوکرۍ روانې کړې وې.</verse>
				<verse number="17">د ټولو سر ته ټوکرۍ کښې د فِرعون دپاره هر قِسم روټۍ وې او مارغانو دا خوړلې.“</verse>
				<verse number="18">يوسف جواب ورکړو، ”د دې تعبير دا دے. هغه درې ټوکرۍ درې ورځې دى.</verse>
				<verse number="19">په درېو ورځو کښې به فِرعون ستا نه سر قلم کړى. بيا به تا په يوه ونه کښې راځوړند کړى او مارغان به ستا غوښه وخورى.“</verse>
				<verse number="20">په درېمه ورځ دا د فِرعون د پېدايښت ورځ وه، هغۀ خپلو ټولو درباريانو له يوه لويه روټۍ وکړه، هغۀ خپل ساقى او مشر نانبائى رابهر کړل او د خپلو درباريانو په مخکښې يې حاضر کړل.</verse>
				<verse number="21">فِرعون، ساقى بيا په خپل وړومبى ځائ کښېنولو او ساقى پيالۍ فِرعون له په لاس کښې ورکړه،</verse>
				<verse number="22">خو هغه مشر نانبائى يې راځوړند کړو. دا ټول هم هغه شان وشول لکه څنګه چې يوسف فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="23">خو ساقى يوسف راياد نۀ کړو. او هېر يې کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="41">
				<verse number="1">پوره دوه کاله تېر شوى وُو چې د مِصر فِرعون خوب وليدو چې هغه د نيل درياب په غاړه ولاړ وو،</verse>
				<verse number="2">چې کله اووۀ ښې ښائسته او څربې غواګانې د درياب نه راوختلې او په واښو کښې په څرېدلو شروع شوې.</verse>
				<verse number="3">اووۀ نورې غواګانې هم راوختلې، دا کمزورې او نرۍ وې. دا راغلې او د درياب په غاړه د نورو غواګانو سره ودرېدلې،</verse>
				<verse number="4">هغه مانده او کمزورو غواګانو، ښائسته او څربې غواګانې وخوړلې. بيا فِرعون راويښ شو.</verse>
				<verse number="5">هغه بيا اودۀ شو او يو بل خوب يې وليدو. هغۀ د غلې اووۀ ډک او پاخۀ وَږى وليدل، چې په يو ډنډر باندې شوى وُو.</verse>
				<verse number="6">بيا هغۀ يو بل ډنډر وليدو چې په دې باندې اووۀ نور وَږى شوى وُو چې نرى وُو او ګرمې هوا اوچ کړى وُو،</verse>
				<verse number="7">او د غلې هغه کمزورو وږو هغه ډک او پاخۀ وَږى تېر کړل. فِرعون راويښ شو او پوهه شو چې هغۀ خوب ليدلو.</verse>
				<verse number="8">سحر هغه پرېشان وو، نو هغۀ د مِصر ټول نجوميان او هوښيار خلق راوغوښتل. هغۀ ورته خپل خوبونه ووئيل، خو هيچا هم هغۀ ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے.</verse>
				<verse number="9">بيا ساقى فِرعون ته ووئيل، ”صاحِبه، نن زۀ دا خبره څرګندوم چې زما نه غلطى شوې ده.</verse>
				<verse number="10">يو ځل چې فِرعون خپلو خِدمتګارانو ته غصه شو نو زۀ او مشر نانبائى يې د څوکيدارانو د مشر په کور کښې په قېدخانه کښې قېد کړُو.</verse>
				<verse number="11">يوه شپه مونږ دواړو يو يو خوب وليدو او د هغه خوبونو بېل بېل مطلبونه وُو.</verse>
				<verse number="12">يو ځوان عبرانے هلته مونږ سره وو چې هغه د څوکيدارانو د مشر خِدمتګار وو. مونږ هغۀ ته خپل خوبونه ووئيل او هغۀ مونږ ته د دې تعبيرونه وښودل.</verse>
				<verse number="13">چې څنګه هغۀ فرمائيلى وُو هم هغه شان وشول. تا زۀ بيا په خپل ځائ کښېنولم، خو نانبائى دې راځوړند کړو.“</verse>
				<verse number="14">فِرعون يوسف راوغوښتو او هغه فوراً د قېدخانې نه راوستے شو. چې هغۀ د سر او ږيرې وېښتۀ کل کړل او جامې يې بدلې کړې، نو هغه فِرعون ته پېش شو.</verse>
				<verse number="15">فِرعون يوسف ته ووئيل، ”ما يو خوب ليدلے دے او هيڅ څوک هم د دې تعبير نۀ شى ښودلے. ما ته چا وئيلى دى چې تۀ په خوبونو پوهېږې او تعبير يې ښودلے شې.“</verse>
				<verse number="16">يوسف جواب ورکړو، ”صاحِبه، زۀ دا نۀ شم کولے، خو خُدائ پاک به تا ته ښۀ تعبير درکړى.“</verse>
				<verse number="17">فِرعون يوسف ته ووئيل، ”ما خوب وليدلو چې زۀ د نيل درياب په غاړه ولاړ وم،</verse>
				<verse number="18">چې کله اووۀ ښائسته او څربې غواګانې د درياب نه راوختلې او په واښو کښې په څرېدلو شروع شوې.</verse>
				<verse number="19">بيا اووۀ نورې غواګانې راوختلې چې نرۍ او کمزورې وې. ما په مِصر کښې دومره ډېرې بې‌کاره غواګانې چرته هم نۀ دى ليدلې.</verse>
				<verse number="20">بيا دې کمزورو غواګانو هغه څربې غواګانې وخوړلې،</verse>
				<verse number="21">خو هيچا به داسې نۀ وے وئيلى چې هغه يې خوړلې دى، ځکه چې هم هغه شان کمزورې معلومېدې لکه چې څنګه مخکښې وې. بيا زۀ راويښ شوم.</verse>
				<verse number="22">ما دا خوب هم وليدو چې په يو ډنډر باندې د غلې اووۀ ډک او پاخۀ وَږى راشوى وُو،</verse>
				<verse number="23">بيا د غلې اووۀ نور وَږى وشول، چې دا نرى او د صحرا هوا سوزولى وُو،</verse>
				<verse number="24">او د غلې اووۀ نرو وږو هغه ډک وَږى تېر کړل. ما دا خوبونه نجوميانو ته ووئيل، خو هيچا ما ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے.“</verse>
				<verse number="25">يوسف فِرعون ته ووئيل، ”صاحِبه، د دې دواړو خوبونو هم يو مطلب دے، خُدائ پاک تا ته وښودل چې هغه به په راتلونکى وخت کښې څۀ کوى.</verse>
				<verse number="26">دا اووۀ څربې غواګانې اووۀ کالونه دى او دا د غلې اووۀ ډک وَږى هم اووۀ کالونه دى، د دې دواړو هم يو مطلب دے.</verse>
				<verse number="27">هغه اووۀ نرۍ غواګانې چې کومې وروستو راوختلې او هغه اووۀ د غلې نرى وَږى کوم چې ګرمې هوا اوچ کړل د قحط اووۀ کالونه دى.</verse>
				<verse number="28">لکه څنګه چې ما تا ته ووئيل، خُدائ پاک تا ته ښودلى دى چې هغه به په راتلونکى وخت کښې څۀ کوى.</verse>
				<verse number="29">اووۀ کاله به د ټول مِصر په مُلک کښې ښۀ ډېر پېداوار کيږى.</verse>
				<verse number="30">د هغې نه پس به اووۀ کاله د قحط وى او هغه ټول آباد کالونه به مو هېر شى، ځکه چې قحط به مُلک تباه کړى.</verse>
				<verse number="31">آباد وخت به مو بېخى هېر شى، ځکه چې ورپسې کوم قحط راځى هغه به ډېر سخت وى.</verse>
				<verse number="32">ستا د دوه ځل خوبونو مطلب دا دے چې دا د خُدائ پاک فېصله ده او زر به خُدائ پاک داسې وکړى.</verse>
				<verse number="33">اوس تاسو يو هوښيار او ښۀ پوهه سړے ولټوئ او هغه د مِصر د مُلک مشر مقرر کړئ.</verse>
				<verse number="34">تاسو له نور آفسران هم مقررول په کار دى او د آبادۍ په دې اووۀ کالونو کښې د فصلونو پينځمه حِصه اخلئ.</verse>
				<verse number="35">نو هغوئ له حُکم ورکړئ چې په راروان ښۀ کلونه کښې د خوراک ټول څيزونه راغونډ کړى او هغوئ له اختيار ورکړئ چې په ښارونو کښې غله جمع کړى او د هغې حِفاظت وکړى.</verse>
				<verse number="36">هغه خوراک به د دې مُلک دپاره يوه ذخيره وى، د قحط د هغو اووۀ کالونو دپاره کوم چې د مِصر په مُلک راروان دى. نو داسې خلق به د لوږې نه نۀ مرى.“</verse>
				<verse number="37">د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په نظر کښې دا منصوبه ښۀ راغله،</verse>
				<verse number="38">او فِرعون هغوئ ته ووئيل، ”مونږ ته به هيڅکله هم د يوسف نه ښۀ سړے مِلاو نۀ شى، يو داسې سړے چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک روح وى.“</verse>
				<verse number="39">فِرعون يوسف ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا ته دا هر څۀ ښودلى دى، نو دا ښکاره خبره ده چې ستا نه لوئ هوښيار او ښۀ عقلمند کس بل نشته.</verse>
				<verse number="40">زۀ به تا د خپل مُلک مشر جوړ کړم او زما ټول خلق به ستا حُکم منى. تۀ به ما پسې دوېم اختيارمند سړے يې.</verse>
				<verse number="41">زۀ اوس تا په ټول مِصر مشر مقرروم.“</verse>
				<verse number="42">فِرعون خپله ګوته د لاس نه وويستله چې په هغې د بادشاهۍ مهر لګېدلے وو او يوسف ته يې ورپه ګوته کړه. هغۀ ته يې د کتان يوه ښائسته چُوغه ورواغوستله او د سرو زرو هار يې ورپه غاړه کړو.</verse>
				<verse number="43">هغۀ له يې د ګرځېدو دپاره هغه دوېمه د آسونو شاهى ګاډۍ ورکړه او عزت ورکوونکى فوجيان د هغۀ نه مخکښې روان وُو او چغې يې وهلې چې، ”لار پرېږدئ. مشر راروان دے.“ نو يوسف په ټول مِصر مشر مقرر شو.</verse>
				<verse number="44">بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”زۀ فِرعون يم. او ستا د اجازت نه بغېر به په ټول مِصر کښې هيڅ څوک هم لاس پښه نۀ شى خوځولے.“</verse>
				<verse number="45">په هغۀ يې د مِصريانو نوم صافنت فعينح کېښودو او هغۀ ته يې يوه ښځه اسنت په نِکاح کړه، چې هغه د اُون د يو اِمام فوطيفرع لور وه. يوسف د دېرشو کالو وو چې هغۀ د مِصر د فِرعون خِدمت کول شروع کړل. هغه د فِرعون د دربار نه لاړو او د مِصر ټول مُلک يې وکتلو.</verse>
				<verse number="46"></verse>
				<verse number="47">د آبادۍ په هغو اووۀ کالونو کښې هغه مُلک ډېره زياته غله وکړه،</verse>
				<verse number="48">هغه هر څۀ يوسف راغونډ کړل او په ښارونو کښې يې ذخيره کړل. هغۀ په هر ښار کښې د ګېرچاپېره پټو نه خوراک راجمع کړو.</verse>
				<verse number="49">دا غله دومره زياته وه چې يوسف يې تلل پرېښودل. دا د سمندر په غاړه د شګو په شان ډېره وه.</verse>
				<verse number="50">د قحط د کالونو نه مخکښې د يوسف د اسنت نه دوه زامن پېدا شول.</verse>
				<verse number="51">هغۀ ووئيل، ”خُدائ پاک زما ټولې سختۍ او زما د پلار ټول خاندان زما نه هېر کړے دے.“ نو يوسف په خپل مشر زوئ منسى نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="52">هغۀ دا هم ووئيل، ”خُدائ پاک زما د تکليف په مُلک کښې ما له بچى راکړى دى.“ نو هغۀ په خپل دوېم زوئ اِفرائيم نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="53">د مِصر د مُلک د آبادۍ هغه اووۀ کالونه ختم شول،</verse>
				<verse number="54">او د قحط اووۀ کالونه شروع شول هم هغه شان لکه چې څنګه يوسف فرمائيلى وُو. په نورو ټولو مُلکونو کښې قحط وو، خو د مِصر په ټول مُلک کښې خوراک وو.</verse>
				<verse number="55">چې کله مِصريان ډېر زيات اوږى شول، دوئ فِرعون ته د خوراک دپاره فرياد وکړو. نو هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو چې، ”يوسف له لاړ شئ او هم هغسې وکړئ چې څنګه هغه تاسو ته وائى.“</verse>
				<verse number="56">قحط سخت شو او په ټول مُلک کښې خور شو، نو يوسف ټول ګودامونه کولاو کړل او په مِصريانو به يې غله خرڅوله.</verse>
				<verse number="57">د يوسف نه غله اخستلو دپاره د ټولې دُنيا نه خلق مِصر ته راتلل، ځکه چې قحط په هر ځائ کښې ډېر سخت وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="42">
				<verse number="1">چې کله يعقوب خبر شو چې په مِصر کښې غله شته، هغۀ خپلو زامنو ته ووئيل چې، ”ولې يو بل ته ګورئ؟</verse>
				<verse number="2">ګورئ، ما اورېدلى دى چې په مِصر کښې غله شته، هلته لاړ شئ او لږه واخلئ چې ژوندى پاتې شُو او د لوږې نه مړۀ نۀ شُو.“</verse>
				<verse number="3">نو د يوسف لس مېرنى وروڼه د غلې اخستلو دپاره مِصر ته لاړل،</verse>
				<verse number="4">خو يعقوب د يوسف سکه ورور بنيامين د هغوئ سره ونۀ لېږلو، ځکه چې هغه په دې يرېدو چې څۀ نقصان به ورته ورسيږى.</verse>
				<verse number="5">نو د يعقوب زامن د نورو خلقو سره غلې اخستلو دپاره راغلل ځکه چې د کنعان په مُلک کښې قحط وو.</verse>
				<verse number="6">يوسف د مِصر د مُلک د مشر په توګه د ټولې دُنيا په خلقو باندې غله خرڅوله. نو د يوسف وروڼه راغلل او د هغۀ په مخکښې ټيټ شول او خپل سرونه يې ورته په زمکه ولګول.</verse>
				<verse number="7">يوسف خپل وروڼه وليدل، هغۀ دوئ وپېژندل، خو ځان يې داسې کړو لکه چې هډو دوئ پېژنى نه. او د هغوئ سره يې سختې خبرې کولې، ”تاسو د کوم ځائ نه راغلى يئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ د خوراک اخستلو دپاره د کنعان نه راغلى يُو.“</verse>
				<verse number="8">اګر چې يوسف خپل وروڼه وپېژندل، خو هغوئ هغه ونۀ پېژندو.</verse>
				<verse number="9">هغۀ ته هغه خوبونه راياد شول کوم يې چې د هغوئ په حقله ليدلى وُو او ورته يې ووئيل، ”تاسو جاسوسان يئ، تاسو زمونږ د مُلک کمزورى معلومولو له راغلى يئ.“</verse>
				<verse number="10">هغوئ جواب ورکړو، ”نه، صاحِبه، مونږ ستا خِدمتګاران د خوراک اخستلو دپاره راغلى يُو.</verse>
				<verse number="11">مونږ ټول د يو سړى زامن يُو. صاحِبه، مونږ جاسوسان نۀ يُو، مونږ صحيح خلق يُو.“</verse>
				<verse number="12">يوسف ورته ووئيل، ”نه، تاسو زمونږ د مُلک کمزورى معلومولو له راغلى يئ.“</verse>
				<verse number="13">هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ دولس وروڼه وُو. د کنعان په مُلک کښې د يو سړى زامن يُو. يو ورور مو مړ دے او کشرے ورور مو اوس د خپل پلار سره دے.“</verse>
				<verse number="14">يوسف ورته ووئيل، ”هم دغه شان ده لکه چې څنګه ما ووئيل تاسو جاسوسان يئ.</verse>
				<verse number="15">نو اوس زۀ تاسو په دې طريقې سره معلوموم چې په رښتيا سره تاسو څوک يئ. زۀ د فِرعون په سر قسم کوم چې تاسو به تر هغې پورې لاړ نۀ شئ چې ترڅو ستاسو کشرے ورور دلته راغلے نۀ وى.</verse>
				<verse number="16">تاسو يو کس لاړ شئ او هغه راولئ. تاسو باقى نور به په قېدخانه کښې واچولے شئ چې ستاسو دا خبره معلومه کړے شى چې تاسو رښتيا وايئ کۀ نۀ. ګنې، د فِرعون په سر مې قسم دے چې تاسو په رښتيا جاسوسان يئ.“</verse>
				<verse number="17">بيا درې ورځې يې هغوئ ټول په قېدخانه کښې بند کړل.</verse>
				<verse number="18">په درېمه ورځ يوسف هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د خُدائ پاک نه يرېږم او زۀ به تاسو په يو شرط ژوندى پرېږدم.</verse>
				<verse number="19">چې دا ثابِته شى چې تاسو رښتونى يئ، ستاسو نه به يو کس په قېدخانه کښې بند وى، باقى نور ټول تلے شئ او چې کومه غله تاسو اخستې ده هغه خپلو قحط وهلو خلقو له يوسئ.</verse>
				<verse number="20">خو تاسو به خامخا خپل کشرے ورور ما له راولئ. د دې نه به دا ثابِته شى چې تاسو رښتيا وايئ او زۀ به تاسو نۀ وژنم.“ نو هغوئ دې ته راضى شول</verse>
				<verse number="21">او يو بل ته يې ووئيل، ”دا اوس چې مونږ کړېږُو دا د هغې نتيجه ده چې مونږ د خپل ورور سره څۀ کړى وُو، هغه چې په کوم لوئ مصيبت کښې مونږ وليدلو چې کله هغۀ مِنت زارى کوله، خو مونږ وانۀ ورېدله. دا ځکه اوس مونږ په دې تکليف کښې راګېر يُو.“</verse>
				<verse number="22">روبين ووئيل، ”ما تاسو ته وئيل چې هلک له تکليف مۀ ورکوئ، خو تاسو وانۀ ورېدل. او اوس به زمونږ نه د هغۀ د وينې حِساب غوښتے شى.“</verse>
				<verse number="23">هغوئ ته پته ونۀ لګېده چې يوسف د دوئ په خبرو پوهيږى، ځکه چې هغۀ د هغوئ سره د يو ترجمان په ذريعه خبرې کولې.</verse>
				<verse number="24">يوسف د هغوئ نه لاړو او په ژړا شو. چې کله هغۀ د ژړا نه پس خبرې کولې نو راواپس شو، شمعون يې رابېل کړو او د هغوئ په مخکښې يې وتړلو.</verse>
				<verse number="25">يوسف حُکم ورکړو چې د هغۀ د وروڼو بوجۍ د غلې نه ډکې کړئ، د هر يو کس روپۍ واپس د هغۀ په بوجۍ کښې کېږدئ او هغوئ له د سفر دپاره خوراک هم ورکړئ. او هم دغه شان يې ورسره وکړل.</verse>
				<verse number="26">د هغۀ وروڼو چې کومه غله اخستې وه د هغې نه يې خپل خرونه بار کړل او بيا دوئ لاړل.</verse>
				<verse number="27">چې کله په سرائى کښې يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه چې خپل خرۀ له خوراک ورکړى نو د بوجۍ په خولۀ کښې يې روپۍ وليدلې.</verse>
				<verse number="28">هغۀ خپل وروڼه راوغوښتل، ”دېخوا وګورئ، ما ته يې خپلې روپۍ واپس کړې دى، دا دى زما په بوجۍ کښې دى.“ د هغوئ ساه ډُوبه شوه او ويرېدل او هغوئ د يو بل نه پوښتنه وکړه چې، ”دې خُدائ پاک لا مونږ سره څۀ وکړل؟“</verse>
				<verse number="29">چې کله دوئ په کنعان کښې خپل پلار يعقوب له راغلل، هغوئ هغۀ ته هر څۀ ووئيل چې د هغوئ سره شوى وُو،</verse>
				<verse number="30">”د مِصر مشر مونږ سره سختې خبرې کولې او هغۀ په مونږ اِلزام ولګولو چې مونږ د هغۀ په مُلک کښې جاسوسى کوُو.</verse>
				<verse number="31">مونږ ورته ووئيل چې مونږ جاسوسان نۀ يُو مونږ صحيح خلق يُو.</verse>
				<verse number="32">مونږ ټول دولس وروڼه د يو پلار زامن وُو. يو ورور مو مړ دے او کشرے ورور مو د پلار سره په کنعان کښې دے.</verse>
				<verse number="33">هغه سړى مونږ ته ووئيل، يو کس زما سره پاتې شئ نو ما ته به پته ولګى چې تاسو صحيح خلق يئ، او باقى نور به خپلو نهَرو کورَنو له غله واخلئ او لاړ شئ.</verse>
				<verse number="34">خپل کشرے ورور ما له راولئ. بيا به ما ته پته ولګى چې تاسو جاسوسان نۀ يئ او صحيح خلق يئ، زۀ به تاسو له خپل ورور در‌واپس کړم او بيا تاسو دلته پاتې شئ او سوداګرى کوئ.“</verse>
				<verse number="35">نو چې کله هغوئ خپلې بوجۍ تشولې نو هر يو کس د روپو کڅوړې وموندلې، او چې روپۍ يې وليدلې، نو هغوئ او د هغوئ پلار ويرېدل.</verse>
				<verse number="36">خپل پلار يعقوب هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ما د ټولو زامنو نه خلاصول غواړئ څۀ؟ يوسف لاړو، شمعون لاړو، او اوس به تاسو بنيامين هم بوځئ. دا ټول تکليفونه په ما راغلى دى.“</verse>
				<verse number="37">روبين خپل پلار ته ووئيل، ”کۀ بنيامين ما واپس تا له رانۀ وستلو، نو تۀ زما دوه زامن ووژنه. بنيامين زما په حواله کړه او زۀ به يې واپس تا له راولم.“</verse>
				<verse number="38">خو يعقوب ووئيل، ”زما زوئ به ستاسو سره نۀ ځى، د هغۀ ورور مړ دے او هغه اېک يواځې پاتې دے. په لار کښې به په هغۀ څۀ وشى. زۀ ضعيف سړے يم او چې تاسو ما په کوم غم آخته کوئ نو ما سپين‌ږيرے به قبر ته ولېږئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="43">
				<verse number="1">نو په کنعان کښې قحط نور هم سخت شو،</verse>
				<verse number="2">او چې کله د يعقوب کورنۍ ټوله غله وخوړله کومه چې د مِصر نه راوړلے شوې وه، يعقوب خپلو زامنو ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شئ او زمونږ دپاره لږه نوره غله راوړئ.“</verse>
				<verse number="3">يهوداه هغۀ ته ووئيل، ”هغه سړى مونږ ته په ټينګه خبردارے راکړے دے چې مونږ د ځان سره خپل ورور نۀ وى راوستلے نو مونږ د هغۀ په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے.</verse>
				<verse number="4">کۀ تۀ مونږ سره زمونږ ورور لېږل غواړې، نو مونږ به لاړ شُو او ستا دپاره به خوراک واخلو.</verse>
				<verse number="5">او کۀ تۀ نۀ غواړې، نو مونږ به نۀ ځُو، ځکه چې هغه سړى مونږ ته وئيلى دى چې مونږ سره خپل ورور نۀ وى نو مونږ د هغۀ په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے.“</verse>
				<verse number="6">يعقوب ورته وفرمائيل، ”تاسو زۀ په دومره سخت تکليف کښې ولې آخته کړے يم چې هغه سړى ته مو ووئيل چې زمونږ بل ورور هم شته؟“</verse>
				<verse number="7">هغوئ جواب ورکړو، ”هغه سړى زمونږ او زمونږ د خاندان په حقله تپوسونه کول چې، ستاسو پلار تر اوسه پورې ژوندے دے څۀ؟ ستاسو بل ورور شته څۀ؟ مونږ خو صِرف د هغۀ د تپوسونو جواب ورکولو. مونږ ته څۀ پته وه چې هغه به مونږ ته وائى چې تاسو د ځان سره خپل ورور هم راولئ؟“</verse>
				<verse number="8">يهوداه خپل پلار ته ووئيل، ”دا هلک ما سره ولېږه او مونږ به سمدستى لاړ شُو. هسې نه چې مونږ او تاسو سره د خپلو ماشومان او د لوږې نه مړۀ شُو.</verse>
				<verse number="9">زۀ به په خپله د هغۀ حِفاظت کوم او تۀ د هغۀ ذمه وارى زما په غاړه کولے شې. کۀ زۀ دے تا له واپس روغ او سلامت رانۀ ولم، نو زۀ به همېشه تا ته ملامته يم.</verse>
				<verse number="10">کۀ مونږ دومره وخت ضائع کړے نۀ وے، نو مونږ به هلته تلى وو او تر اوسه پورې به دوه ځل واپس هم راغلى وُو.“</verse>
				<verse number="11">خپل پلار هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ هم دغه شان کيږى، نو د دې مُلک د ټولو نه ښۀ څيزونه په خپلو بوجو کښې کېږدئ او هغه مشر له يې په تُحفه کښې يوسئ، لږ عطر، شات، خوشبودارې مصالحې، پسته او بادام.</verse>
				<verse number="12">د خپل ځان سره يو په دوه روپۍ يوسئ، ځکه چې کومې روپۍ ستاسو د بوجو په خُلو کښې واپس کړے شوې وې تاسو هغه خامخا واپس کړئ. کېدے شى چې په غلطۍ سره داسې شوى وى.</verse>
				<verse number="13">خپل ورور روان کړئ او سمدستى هغه سړى له واپس لاړ شئ.</verse>
				<verse number="14">قادر خُدائ دې هغه سړے په تاسو مِهربانه کړى، نو چې هغه بنيامين او هغه ستاسو بل ورور دواړه تاسو ته واپس کړى. خو کۀ زما بچى خامخا مړۀ کيږى، نو مړۀ دې شى.“</verse>
				<verse number="15">نو د هغۀ زامنو هغه تُحفې او يو په دوه روپۍ واخستلې او مِصر ته د بنيامين سره روان شول. او هلته د يوسف په حضور کښې پېش شول.</verse>
				<verse number="16">چې کله يوسف بنيامين د هغوئ سره وليدلو، نو هغۀ د خپل کور مشر خِدمتګار ته ووئيل، ”دا سړى زما کور ته بوځه. د غرمې روټۍ به دوئ زما سره وخورى، نو يو څاروے حلال کړه او تيار يې کړه.“</verse>
				<verse number="17">نو خِدمتګار هم هغه شان وکړل چې څنګه ورته حُکم شوے وو او هغه کسان يې د يوسف کور ته بوتلل.</verse>
				<verse number="18">چې کله يې هغوئ کور ته راروان کړى وُو، هغوئ ويرېدل او فکر يې کولو چې، ”مونږ ته په وړومبى ځل چې کومې روپۍ واپس کړے شوې وې د هغې په وجه يې دلته راروان کړى يُو. دوئ به ناڅاپى په مونږ حمله وکړى، زمونږ خرۀ به بوځى او مونږ به خپل غلامان کړى.“</verse>
				<verse number="19">نو د کور د دروازې سره هغوئ مشر خِدمتګار ته ووئيل،</verse>
				<verse number="20">”اے صاحِبه، مونږ دلته يو ځل مخکښې د خوراک اخستلو دپاره راغلى وُو.</verse>
				<verse number="21">مونږ چې کله سرائى ته ورسېدو، مونږ خپلې بوجۍ کولاو کړې، نو هر يو کس خپلې ټولې روپۍ د خپلې خپلې بوجۍ په خولۀ کښې وموندلې. مونږ هغه د ځان سره واپس راوړې دى.</verse>
				<verse number="22">مونږ ځان سره د نور خوراک اخستلو دپاره نورې روپۍ هم راوړې دى. مونږ ته پته نشته چې هغه روپۍ زمونږ په بوجو کښې چا واپس اېښې وې.“</verse>
				<verse number="23">د خِدمتګارانو مشر ورته ووئيل، ”خېر به شى، مۀ يرېږئ. ستاسو او ستاسو د پلار خُدائ پاک درله هغه روپۍ ستاسو په بوجو کښې اېښې وې. ستاسو روپۍ ما ته مِلاو شوې.“ بيا هغۀ شمعون هغوئ له راوستلو.</verse>
				<verse number="24">هغه خِدمتګار دوئ دننه کور ته بوتلل او هغوئ له يې د پښو وينځلو دپاره اوبۀ ورکړې او د هغوئ خرونو ته يې واښۀ واچول.</verse>
				<verse number="25">هغوئ خپلې تُحفې تيارې کړې چې يوسف ته يې پېش کړى چې کله هغه د غرمې راورسيږى، ځکه چې هغوئ ته وئيلى شوى وُو چې هغوئ به د هغۀ سره روټۍ خورى.</verse>
				<verse number="26">چې کله يوسف کور ته راغلو، هغوئ تُحفې دننه کور ته هغۀ له يوړې او د هغۀ په مخکښې ته ټيټ شول.</verse>
				<verse number="27">هغۀ د هغوئ نه د خېر خېريت پوښتنه وکړه او بيا يې ورته ووئيل، ”تاسو ما ته د خپل ضعيف پلار په حقله وئيلى وُو، هغه څنګه دے؟ هغه ژوندے دے؟“</verse>
				<verse number="28">هغوئ ورته ووئيل، ”زمونږ پلار ستاسو خِدمتګار تر اوسه پورې ژوندے دے او روغ جوړ دے.“ او هغوئ د هغۀ په مخکښې خپل سرونه ټيټ کړل.</verse>
				<verse number="29">چې کله يوسف د خپلې مور زوئ، خپل سکه ورور بنيامين وليدو، هغۀ وفرمائيل، ”نو دا ستاسو کشرے ورور دے، چې تاسو د هغۀ په حقله ما ته وئيلى وُو؟ زما زويه، خُدائ پاک دې په تا مِهربانه شى.“</verse>
				<verse number="30">بيا يوسف فوراً لاړو، ځکه چې د خپل ورور په ليدو د هغۀ زړۀ نرم شو. او د ژړا نه يې سترګې ډکې شوې، نو هغه خپلې کوټې ته لاړو او وې ژړل.</verse>
				<verse number="31">د هغې نه پس چې کله هغۀ مخ ووينځلو، هغه بهر راغلو او خپل زړۀ يې کلک کړو، هغۀ حُکم وکړو چې روټۍ راوړئ.</verse>
				<verse number="32">يوسف په يو دسترخوان روټۍ ته ناست وو او په بل باندې د هغۀ وروڼه ناست وُو. او چې کومو مِصريانو هلته روټۍ خوړله، هغوئ ته يې په بل ځائ کښې روټۍ کېښودله، ځکه چې هغوئ د عبرانيانو سره روټۍ خوړل حرام ګڼل.</verse>
				<verse number="33">د هغۀ وروڼه په دسترخوان ناست وُو، د هغوئ د عُمر په حِساب سره د مشر نه کشر پورې يوسف ته مخامخ کښېنولے شوى وُو. چې کله هغوئ ته پته ولګېده چې هغوئ څنګه کښېنولے شوى دى، نو دوئ په حېرانتيا سره يو بل ته کتل.</verse>
				<verse number="34">د يوسف د دسترخوان نه هغوئ له روټۍ ورکولے شوه او د بنيامين د نورو نه يو په پينځۀ زياته مېلمستيا وشوله. نو هغوئ د يوسف سره خوړل څښل وکړل او ښۀ په سُر کښې شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="44">
				<verse number="1">يوسف د خپل کور مشر خِدمتګار له حُکم ورکړو چې، ”د هغه کسانو بوجۍ د غلې نه دومره ډکې کړئ چې هغوئ څومره وړلے شى او د هر يو کس روپۍ د هغۀ د بوجۍ په خولۀ کښې کېږدئ.</verse>
				<verse number="2">زما د سپينو زرو جام د کشر ورور د بوجۍ په خولۀ کښې کېږده او ورسره هغه د غلې روپۍ هم کېږده.“ نو هم هغه شان يې وکړل چې څنګه ورته وئيلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="3">بل سحر وختى، د هغۀ وروڼه د خپلو خرونو سره په خپله مخه لاړل.</verse>
				<verse number="4">چې کله دوئ د ښار نه لږ غوندې لرې لاړل، نو يوسف د خپل کور مشر خِدمتګار ته ووئيل، ”په هغه کسانو پسې زر لاړ شه. چې کله تۀ هغوئ ته ورسېږې نو د هغوئ نه تپوس وکړه چې، تاسو د ښو په بدل کښې بد ولې کړى دى؟</verse>
				<verse number="5">تاسو زما د نېک د سپينو زرو جام ولې پټ کړے دے؟ دا هغه جام دے چې په کوم کښې هغه څښى او د فال دپاره يې استعمالوى. دا تاسو غلط کار کړے دے.“</verse>
				<verse number="6">چې کله خِدمتګار هغوئ له ورورسېدلو، هم هغه خبرې يې ورته وکړې.</verse>
				<verse number="7">هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، داسې خبرې تۀ ولې کوې؟ مونږ قسم کوُو چې مونږ داسې کار نۀ دے کړے.</verse>
				<verse number="8">تاسو ته پته ده چې مونږ د کنعان د مُلک نه هغه روپۍ تاسو له واپس راوړې چې مونږ د بوجو په خُلو کښې وموندلې. نو بيا مونږ څنګه ستا د نېک د کور نه سرۀ يا سپين زر پټولے شُو؟</verse>
				<verse number="9">صاحِبه، کۀ په مونږ کښې د چا سره هغه وموندے شو، نو هغه به مړ کړے شى او مونږ نور ټول به د خپل نېک غلامان شُو.“</verse>
				<verse number="10">هغه ووئيل، ”ټيک ده، خو د چا سره چې جام وموندے شى نو صِرف هغه به زما غلام شى او نور خلاص يئ تلے شئ.“</verse>
				<verse number="11">نو هغوئ زر زر خپلې بوجۍ زمکې ته راکوزې کړې او هر يو کس خپله بوجۍ کولاو کړه.</verse>
				<verse number="12">د يوسف خِدمتګار هغوئ د مشر ورور نه واخله تر کشر پورې ټول ښۀ ولټول او جام د بنيامين په بوجۍ کښې راووتلو.</verse>
				<verse number="13">د هغۀ وروڼو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې، خرونه يې بار کړل او ښار ته واپس شول.</verse>
				<verse number="14">چې کله يهوداه او د هغۀ وروڼه د يوسف کور ته راغلل، نو هغه تر اوسه پورې هلته وو. او هغوئ د هغۀ په مخکښې په زمکه پرېوتل،</verse>
				<verse number="15">او يوسف ورته وفرمائيل، ”تاسو څۀ کړى دى؟ تاسو ته پته نۀ وه چې زما په شان سړے په فال څيزونه معلوموى؟“</verse>
				<verse number="16">يهوداه ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ تا ته څۀ ووايو؟ مونږ څۀ وئيلے شُو؟ مونږ د خپل ځان صفائى څنګه پېش کړُو؟ خُدائ پاک زمونږ غلطى راڅرګنده کړې ده. اوس به مونږ ټول سره د هغه وروره چې جام ورسره نيولے شوے دے ستا غلامان شُو.“</verse>
				<verse number="17">يوسف ورته وفرمائيل، ”نه، زۀ به هيڅکله هم داسې ونۀ کړم، هم هغه يو به زما غلام وى چې د چا سره جام راوتلے وو. باقى نور په خېر سره خپل پلار ته واپس تلے شئ.“</verse>
				<verse number="18">يهوداه يوسف ته ورنزدې شو او ورته يې ووئيل، ”اے نېکه، زۀ تا ته سوال کوم چې خپل خِدمتګار له اجازت ورکړه، چې زۀ د خپل نېک په غوږ کښې يوه خبره وکړم. ما ته مۀ غصه کېږه، تۀ د فِرعون برابر يې.</verse>
				<verse number="19">نېکه، تا زمونږ نه تپوس وکړو چې ستاسو پلار يا بل ورور هم شته؟</verse>
				<verse number="20">نو مونږ درته ووئيل چې زمونږ پلار شته چې ضعيف سړے دے او زمونږ يو کشر ورور هم شته چې د هغۀ په بوډاتوب کښې پېدا شوے دے. د دې هلک ورور مړ دے او دا د مور يک يو ژوندے بچے دے. خپل پلار ورسره ډېره مينه کوى.</verse>
				<verse number="21">صاحِبه، تا مونږ ته وفرمائيل چې هغه دلته راولئ، چې تۀ هغه وګورې،</verse>
				<verse number="22">او مونږ ووئيل چې هغه هلک د خپل پلار نه نۀ شى جدا کېدے، کۀ هغه جدا شى، نو د هغۀ پلار به مړ شى.</verse>
				<verse number="23">بيا تا وفرمائيل چې کۀ تاسو سره خپل کشرے ورور نۀ وى راغلے نو تاسو زما په دربار کښې نۀ شئ حاضرېدے.</verse>
				<verse number="24">کله چې مونږ واپس خپل پلار له لاړُو، صاحِبه، چې تا څۀ فرمائيلى وُو هغه خبرې مو هغۀ ته وکړې.</verse>
				<verse number="25">هغۀ مونږ ته وفرمائيل چې بيا لاړ شئ او لږه نوره غله واخلئ.</verse>
				<verse number="26">مونږ ورته ووئيل چې مونږ تر هغې پورې نۀ شُو تلے، چې خپل کشرے ورور راسره نۀ وى نو مونږ د هغه سړى په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے. مونږ صِرف په دې يو شرط تلے شُو کۀ کشرے ورور هم زمونږ سره لاړ شى.</verse>
				<verse number="27">زمونږ پلار مونږ ته وفرمائيل، تاسو ته پته ده چې زما د ښځې راحيل نه زما صِرف دوه زامن پېدا شوى دى.</verse>
				<verse number="28">هغه يو خو زما نه مخکښې تلے دے. هغه به خامخا ځنګلى ځناورو ټوټې ټوټې کړے وى، ځکه چې ما بيا نۀ دے ليدلے.</verse>
				<verse number="29">کۀ تاسو اوس دے هم زما نه بوځئ او په هغۀ څۀ وشى نو تاسو چې په کوم غم ما آخته کوئ نو ما سپين‌ږيرے به غمژن قبر ته ولېږئ.“</verse>
				<verse number="30">يهوداه خبرې کولې، ”او اوس صاحِبه، کۀ د دې هلک نه بغېر واپس خپل پلار له لاړ شم، چې څنګه هغه ما وګورى او هلک زما سره نۀ وى، نو هغه به مړ شى. د هغۀ ژوند د دې هلک په ژوند پورې تړلے دے، هغه ډېر ضعيف سړے دے او چې مونږ يې په کوم غم آخته کړُو د هغې نه به مړ شى.</verse>
				<verse number="31"></verse>
				<verse number="32">بله خبره دا ده چې، ما خپل پلار له خپل ځان په ضمانت کښې ورکړے دے. ما هغۀ ته وئيلى دى چې کۀ دا هلک مې واپس هغۀ له رانۀ وستلو، نو زۀ به همېشه دپاره هغۀ ته ملامته يم.</verse>
				<verse number="33">او اوس صاحِبه، د دې هلک په ځائ به زۀ ستا غلام شم، دے پرېږده چې واپس د خپلو وروڼو سره لاړ شى.</verse>
				<verse number="34">چې دا هلک زما سره نۀ وى نو زۀ څنګه واپس خپل پلار له لاړ شم؟ داسې غم چې زما په پلار راشى نو هغه زۀ نۀ شم زغملے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="45">
				<verse number="1">بيا يوسف د خپلو خِدمتګارانو په مخکښې زړۀ نۀ شو کلک کولے، نو هغۀ ټولو مِصريانو له حُکم ورکړو چې د هغۀ نه لاړ شى. نو د هغۀ سره نور هيڅ څوک هم نۀ وُو کله چې يوسف خپلو وروڼو ته خپل ځان وښودلو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ دومره په چغو چغو وژړل چې مِصريانو هم دا ژړا واورېده او دا خبر د فِرعون محل ته ورسېدو.</verse>
				<verse number="3">يوسف خپلو وروڼو ته وفرمائيل، ”زۀ يوسف يم. ولې زما پلار لا ژوندے دے؟“ خو چې د هغۀ وروڼو دا واورېدل، هغوئ دومره ويرېدل چې هغوئ خبرې هم نۀ شوې کولے.</verse>
				<verse number="4">بيا يوسف هغوئ ته وفرمائيل، ”ما ته لږ رانزدې شئ.“ او هغوئ ورنزدې شول نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ ستاسو هغه ورور يوسف يم، کوم چې تاسو په مِصريانو خرڅ کړے وو.</verse>
				<verse number="5">اوس مۀ خفه کېږئ او مۀ خپل ځانونه ملامته کوئ چې تاسو دلته زۀ خرڅ کړم. بې‌شکه زۀ خُدائ پاک ستاسو نه مخکښې دلته راولېږلم چې د خلقو ژوند بچ کړم.</verse>
				<verse number="6">دا خو په زمکه د قحط صِرف دوېم کال دے، پينځۀ نور کالونه به هم وى چې کَرل او رېبل به په کښې نۀ کيږى.</verse>
				<verse number="7">خُدائ پاک زۀ ستاسو نه مخکښې دلته رالېږلے يم چې تاسو په دُنيا کښې داسې په عجيبه طريقه بچ شئ او چې دا خبره يقينى وى چې تاسو او ستاسو اولاد ژوندى پاتې شئ.</verse>
				<verse number="8">نو دا تاسو نۀ وئ، بلکې خُدائ پاک وو چې هغۀ زۀ دلته راولېږلم. هغۀ زۀ د فِرعون د ټولو نه لوئ وزير، د هغۀ د دربار مشر او په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم.</verse>
				<verse number="9">اوس زر زر واپس زما پلار له لاړ شئ او هغۀ ته ووايئ چې ستا زوئ يوسف داسې وائى، خُدائ پاک زۀ په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم، زر زر ما له راشه.</verse>
				<verse number="10">تاسو به د جشن په علاقه کښې اوسېږئ، چرته چې به تۀ، ستاسو بچى، نمسى، ستاسو ګډې، چېلۍ، څاروى او ستاسو هر څۀ به ما ته نزدې وى.</verse>
				<verse number="11">کۀ تاسو په جشن کښې يئ نو زۀ به ستاسو خيال ساتم. د قحط پينځۀ کالونه خو لا پاتې دى، او زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو، ستاسو خاندان او ستاسو څاروى دې د لوږې نه مړۀ شى.</verse>
				<verse number="12">او ګورئ، اوس بنيامين او تاسو هم ما وينئ چې زۀ په رښتيا يوسف يم چې ستاسو سره خبرې کوم.</verse>
				<verse number="13">زما پلار ته ووايئ چې ما ته دلته په مِصر کښې څومره عزت مِلاو شوے دے او هغه هر څۀ ورته ووايئ چې تاسو ليدلى دى. او زر زر يې دلته راولئ.“</verse>
				<verse number="14">هغۀ د خپل ورور بنيامين نه لاسونه تاو کړل او وې ژړل، بنيامين هم وژړل چې کله ورغاړه وتو.</verse>
				<verse number="15">بيا په ژړا ژړا کښې، هغۀ خپل ټول وروڼه غاړه ويستل او ښُکل يې کړل. د هغې نه پس ورسره وروڼو خبرې اترې شروع کړې.</verse>
				<verse number="16">چې کله دا خبر محل ته ورسېدو چې د يوسف وروڼه راغلى دى، نو فِرعون او د هغۀ درباريان خوشحاله شول.</verse>
				<verse number="17">فِرعون يوسف ته ووئيل، ”خپلو وروڼو ته ووايه چې خپل څاروى بار کړى او د کنعان مُلک ته دې واپس لاړ شى.</verse>
				<verse number="18">هغوئ دې خپل پلار او خپل خاندان دلته راولى او دلته دې واپس راشى. زۀ به دوئ له په مِصر کښې د ټولو نه ښۀ زمکه ورکړم او هغوئ به د هغې زمکې نه ښۀ ډېره ګټه واخلى.</verse>
				<verse number="19">هغوئ ته دا هم ووايه چې د مِصر نه خپل ځان سره ګاډۍ بوځى چې په کښې خپلې ښځې، ماشومان او خپل پلار د ځان سره راولى.</verse>
				<verse number="20">د هغوئ نه چې کوم مالونه او سامانونه پاتې شى د هغې غم دې نۀ کوى، ځکه چې په مِصر کښې د ټولو نه ښۀ زمکه به د هغوئ وى.“</verse>
				<verse number="21">د يعقوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه فِرعون حُکم کړے وو. نو يوسف هغوئ له ګاډۍ او د سفر دپاره خوراک هم ورکړو.</verse>
				<verse number="22">هغۀ هر يو له د جامو نوې جوړې هم ورکړې، خو هغۀ بنيامين له درې سوه د سپينو زرو سيکې او پينځۀ جوړه نوې جامې ورکړې.</verse>
				<verse number="23">هغۀ خپل پلار له د مِصر په ښۀ سامانونو بار لس خرې او لس د غلې بار خرې، روټۍ او د سفر دپاره خوراک هم ورولېږلو.</verse>
				<verse number="24">هغۀ خپل وروڼه رُخصت کړل او چې هغوئ څنګه روان شول هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”په لاره کښې بحث مۀ کوئ.“</verse>
				<verse number="25">دوئ د مِصر نه روان شول او د کنعان په مُلک کښې خپل پلار او کور ته لاړل.</verse>
				<verse number="26">هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”يوسف ژوندے دے. هغه د ټول مِصر مشر دے.“ يعقوب حق حېران شو او د هغوئ په خبرو يې يقين نۀ راتلو.</verse>
				<verse number="27">خو چې کله هغوئ ورته هغه هر څۀ ووئيل کوم چې يوسف هغوئ ته فرمائيلى وُو او چې هغه ګاډۍ يې هم وليدلې کومې چې يوسف رالېږلې وې چې هغه به په کښې مِصر ته بوځى، نو د هغوئ پلار يعقوب کښې ساه راغله.</verse>
				<verse number="28">هغۀ وفرمائيل، ”زما زوئ يوسف ژوندے دے. بس هم دغه مې غوښتل. زۀ ورځم چې د خپل مرګ نه مخکښې يې ووينم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="46">
				<verse number="1">يعقوب د خپل هر څۀ سره په خپل سفر روان شو او بيرسبع ته راغلو. هلته يې د خپل پلار اِسحاق خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړې.</verse>
				<verse number="2">د شپې خُدائ پاک په خوب کښې د هغۀ سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”يعقوبه، يعقوبه.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، زۀ حاضر يم.“</verse>
				<verse number="3">ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار خُدائ پاک يم. مِصر ته تلو نه مۀ يرېږه، زۀ به هلته ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړوم.</verse>
				<verse number="4">زۀ تا سره مِصر ته تلو کښې مل يم او زۀ به ستا اولاد واپس دې مُلک ته راولم. چې تۀ وفات شې نو يوسف به تا کفن دفن کړى.“</verse>
				<verse number="5">نو يعقوب د بيرسبع نه روان شو. د هغۀ زامنو، هغه، خپل واړۀ بچى او خپلې ښځې يې په هغه ګاډو کښې کښېنولې کومې چې فِرعون رالېږلې وې.</verse>
				<verse number="6">هغوئ خپل څاروى او هغه هر څۀ کوم چې دوئ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان کړل او مِصر ته لاړل. يعقوب د ځان سره خپل ټول اولاد روان کړو،</verse>
				<verse number="7">خپل زامن، نمسى، خپلې لوڼه او نمسۍ.</verse>
				<verse number="8">دا د يعقوب د اولاد نومونه دى کوم چې د هغۀ سره مِصر ته لاړل. خپل مشر زوئ روبين ورسره وو</verse>
				<verse number="9">او د روبين زامن، حنوک، فلو، حصرون او کرمى.</verse>
				<verse number="10">شمعون او د هغۀ زامن، يمو‌اېل، يمين، اُهد، يکين، صحر او ساؤل د کنعانۍ ښځې زوئ.</verse>
				<verse number="11">ليوى او د هغۀ زامن، جيرسون، قُهات او مرارى.</verse>
				<verse number="12">يهوداه او د هغۀ زامن، سيله، فارص او زارح. د يهوداه نور زامن، عير او اونان د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو. د فارص زامن حصرون او حمول وُو.</verse>
				<verse number="13">يساکار او د هغۀ زامن، تولع، فُوه، يوب او سِمرون.</verse>
				<verse number="14">زبولون او د هغۀ زامن، سرد، اېلون او يحلى‌اېل.</verse>
				<verse number="15">دا د يعقوب هغه زامن دى کوم چې د هغۀ د ښځې لِياه نه په مسوپتاميه کښې پېدا شوى وُو، د هغۀ د لور دينه نه بغېر. د لِياه نه د هغۀ ټول اولاد په شمېر کښې درې دېرش کسان وُو.</verse>
				<verse number="16">جاد او د هغۀ زامن، صفيان، حجى، سونى، اصبان، عيرى، ارودى او اريلى.</verse>
				<verse number="17">آشر او د هغۀ زامن، يمنه، اِسواه، اِسوى، بريعاه او د هغوئ خور سِره. د بريعاه زامن حِبر او مُلکى‌اېل وُو.</verse>
				<verse number="18">دا شپاړس تنه، د زِلفه نه د يعقوب اولاد دے، هغه وينځه کومه چې لابن خپلې لور لِياه له ورکړې وه.</verse>
				<verse number="19">د يعقوب د ښځې راحيل نه د يعقوب دوه زامن پېدا شول، يوسف او بنيامين.</verse>
				<verse number="20">په مِصر کښې، د اُون د يو اِمام فوطيفرع د لور اسنت نه، د يوسف دوه زامن، منسى او اِفرائيم پېدا شول.</verse>
				<verse number="21">د بنيامين زامن، بالع، بکر، اشبيل، جيرا، نعمان، احى، رَوس، مفيم، حُفيم او ارد وُو.</verse>
				<verse number="22">دا څوارلس تنه، د راحيل نه د يعقوب اولاد دے.</verse>
				<verse number="23">دان او د هغۀ زوئ حشيم.</verse>
				<verse number="24">نفتالى او د هغۀ زامن، يحزى‌ايل، جونى، يصر او سليم.</verse>
				<verse number="25">دا اووۀ تنه، د بِلهاه نه د يعقوب اولاد دے، دا هغه وينځه وه کومه چې لابن خپلې لور راحيل له ورکړې وه.</verse>
				<verse number="26">په خپله د يعقوب د اولاد ټول شمېر شپږ شپېتۀ وو کوم چې مِصر ته لاړل، دا د هغۀ د زامنو د ښځو نه بغېر دى.</verse>
				<verse number="27">د يوسف دوه زامن په مِصر کښې پېدا شوى وُو، کوم چې هلته لاړل د يعقوب د خاندان هغه ټول کسان په شمېر کښې اويا تنه وُو.</verse>
				<verse number="28">يعقوب يهوداه د ځان نه مخکښې يوسف ته ولېږلو چې د جشن په علاقه کښې د يعقوب سره مِلاو شى. چې کله هغوئ د جشن علاقې ته ورسېدل،</verse>
				<verse number="29">نو يوسف په خپله شاهى ګاډۍ کښې سور شو او د خپل پلار سره مِلاوېدو دپاره جشن ته لاړو. چې کله هغوئ مِلاوېدل، نو يوسف د خپل پلار نه لاسونه تاو کړل او غاړه يې ويستلو او ډېر وخت يې وژړل.</verse>
				<verse number="30">يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”چې تۀ ژوندے يې او زما تا سره ملاقات وشو، نو کۀ اوس مړ شم نو خېر دے.“</verse>
				<verse number="31">بيا يوسف خپلو وروڼو او د خپل پلار د خاندان باقى نورو کسانو ته وفرمائيل، ”زۀ ځم چې فِرعون ته ووايم چې زما وروڼه او زما د پلار مکمل خاندان، چې د کنعان په مُلک کښې وُو، ما له راغلى دى.</verse>
				<verse number="32">زۀ به هغۀ ته ووايم چې تاسو شپانۀ يئ او څاروى ساتئ او تاسو خپلې رَمې او څاروى او چې تاسو څۀ هم لرل هغه تاسو راوړى دى.</verse>
				<verse number="33">چې کله فِرعون تاسو راوغواړى او تپوس درنه کوى چې ستاسو کسب څۀ دے،</verse>
				<verse number="34">نو هغۀ ته ووايئ چې تاسو د وړوکوالى نه تر اوسه پورې څاروى ساتئ، لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ ساتل. نو داسې هغه به تاسو د جشن په علاقه کښې اوسېدو ته پرېږدى.“ يوسف داسې ځکه وفرمائيل چې مِصريانو شپانو ته په سپک نظر کتل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="47">
				<verse number="1">نو يوسف د هغوئ نه پينځۀ وروڼه روان کړل او فِرعون له ورغلل. هغۀ فِرعون ته وفرمائيل، ”زما پلار او زما وروڼه د خپلو رَمو، څاروو او چې څۀ يې هم لرل د هغې سره د کنعان د مُلک نه راغلى دى. دوئ اوس د جشن په علاقه کښې دى.“</verse>
				<verse number="2">هغۀ بيا خپل وروڼه د فِرعون سره مِلاو کړل.</verse>
				<verse number="3">فِرعون د هغوئ نه تپوس وکړو، ”ستاسو کسب څۀ دے؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ شپانۀ يُو، لکه څنګه چې زمونږ پلار نيکۀ وُو.“</verse>
				<verse number="4">”مونږ دې مُلک ته د اوسېدو دپاره راغلى يُو، ځکه چې د کنعان په مُلک کښې ډېر سخت قحط دے او زمونږ د څاروو د څرېدلو ځائ نشته. صاحِبه، مونږ تا ته سوال کوُو، مونږ له اجازت راکړه چې د جشن په علاقه کښې اوسيږو.“</verse>
				<verse number="5">فِرعون يوسف ته ووئيل، ”اوس ستا پلار او ستا وروڼه راغلى دى،</verse>
				<verse number="6">نو د ټول مِصر زمکه د دوئ شوه. دوئ پرېږده چې د جشن په علاقه کښې اوسيږى چې د دې مُلک د ټولو نه ښۀ ځائ دے. او کۀ په دوئ کښې تکړه کسان وى، نو هغوئ زما په خپلو څاروو مشران مقرر کړه.“</verse>
				<verse number="7">بيا يوسف خپل پلار يعقوب راوستلو او د فِرعون سره يې مِلاو کړو. يعقوب فِرعون ته د برکت دپاره دُعا وکړه،</verse>
				<verse number="8">او فِرعون د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ به د څو کالو يې؟“</verse>
				<verse number="9">يعقوب جواب ورکړو، ”يو ځائ بل ځائ اوسېدو کښې زما يو سل دېرش کاله تېر شوى دى. زما عُمر لږ او سخت دے، دا زما د پلار نيکۀ د اوږدو عُمرونو په شان نۀ دے.“</verse>
				<verse number="10">يعقوب فِرعون ته د برکت دُعا وکړه او د هغۀ نه رُخصت شو.</verse>
				<verse number="11">بيا يوسف خپل پلار او خپلو وروڼو له رعمسيس ښار ته نزدې د مِصر د ټولو نه ښۀ زمکه ورکړه، لکه څنګه چې فِرعون حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="12">يوسف خپل پلار، وروڼو او ټولو خپلوانو له، د هغوئ د کورَنو په مطابق خوراک ورکولو.</verse>
				<verse number="13">قحط دومره سخت وو چې هيچرته هم روټۍ نۀ مِلاوېدله او د مِصر او د کنعان د مُلک خلق د لوږې نه کمزورى شول.</verse>
				<verse number="14">چې خلقو به ترې نه غله اخستله، نو يوسف هغه ټولې روپۍ جمع کولې او هغه روپۍ به يې د فِرعون په خزانه کښې کېښودلې.</verse>
				<verse number="15">چې کله په مِصر او د کنعان په مُلک کښې ټولې روپۍ ختمې شوې، مِصريان يوسف له راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ له روټۍ راکړه. ولې دا به ستا خوښه وى څۀ چې مونږ ستا په وړاندې مړۀ شُو. ځکه چې زمونږ سره ټولې روپۍ ختمې شوې دى.“</verse>
				<verse number="16">يوسف ورته وفرمائيل، ”خپل څاروى راولئ، کۀ تاسو سره ټولې روپۍ ختمې شوې وى نو د څاروو په بدل کښې به زۀ تاسو له خوراک درکړم.“</verse>
				<verse number="17">نو هغوئ خپل څاروى يوسف له راوستل او هغۀ په دې کال کښې د هغوئ د آسونو، ګډو، چېلو، څاروو او خرو په بدل کښې خوراک ورکولو.</verse>
				<verse number="18">ورپسې کال هغوئ هغۀ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ به دا حقيقت ستا نه نۀ پټوُو، چې زمونږ سره ټولې روپۍ ختمې شوې او زمونږ څاروى هم ستا شول. زمونږ سره زمونږ د زمکو او زمونږ د ځانونو نه بغېر هيڅ هم پاتې نۀ دى.</verse>
				<verse number="19">ولې دا به ستا خوښه وى څۀ چې مونږ ستا په وړاندې مړۀ شُو. زمونږ زمکه شاړه کېدو ته مۀ پرېږده. د خوراک په بدل کښې مونږ او زمونږ زمکه واخله. مونږ به د فِرعون نوکران شُو او زمونږ زمکه به د هغۀ شى. مونږ له غله راکړه چې ژوندى پاتې شُو او تخم راکړه چې زمکه وکَرو.“</verse>
				<verse number="20">نو يوسف د مِصر ټوله زمکه د فِرعون دپاره واخستله. هر يو مِصرى خپله زمکه د مجبورۍ نه خرڅه کړه، ځکه چې قحط ډېر سخت وو، او هغه ټوله زمکه د فِرعون شوه.</verse>
				<verse number="21">يوسف د مِصر د يو سر نه تر بل سَره پورې خلق غلامان کړل.</verse>
				<verse number="22">خو صِرف هغه زمکه يې وانۀ خستله کومه زمکه چې د اِمامانو وه. هغوئ دپاره دا ضرورى نۀ وه چې خپله زمکه خرڅه کړى، ځکه چې فِرعون هغوئ له د اوسېدو دپاره وظيفه ورکوله.</verse>
				<verse number="23">نو يوسف هغه خلقو ته وفرمائيل، ”تاسو ته پته ده چې ما تاسو او ستاسو زمکې هم د فِرعون دپاره اخستې دى. د خپلې خپلې زمکې کَرلو دپاره دا تخم واخلئ.</verse>
				<verse number="24">د رېبلو په وخت کښې پينځمه حِصه فِرعون له ورکوئ. باقى نور تخم تاسو د کَرلو دپاره او د خپلو ځانونو، کورَنو او د خپلو وړو ماشومانو دپاره د خوراک په توګه استعمالولے شئ.“</verse>
				<verse number="25">هغوئ ورته ووئيل، ”تا زمونږ ژوند بچ کړے دے، صاحِبه. تۀ په مونږ مهربان يې او مونږ به د فِرعون غلامان يُو.“</verse>
				<verse number="26">نو يوسف د مِصر مُلک دپاره دا يو قانون جوړ کړو چې د فصل پينځمه حِصه به د فِرعون وى. دا قانون تر اوسه پورې شته دے. خو صِرف د اِمامانو زمکې د فِرعون نۀ شوې.</verse>
				<verse number="27">بنى اِسرائيل په مِصر کښې د جشن په علاقه کښې اوسېدل، چرته چې هغوئ مالدار شول او ډېر اولاد يې پېدا شو.</verse>
				<verse number="28">يعقوب په مِصر کښې اوولس کاله اوسېدو، نو د يعقوب ټول عُمر يو سل اووۀ څلوېښت کاله وو.</verse>
				<verse number="29">چې کله د هغۀ د مرګ وخت رانزدې شو، نو هغۀ خپل زوئ يوسف راوغوښتلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”کۀ زۀ رښتيا په تا ګران يم، نو تۀ زما سره پوخ لوظ وکړه چې تۀ به ما په مِصر کښې نۀ ښخوې.</verse>
				<verse number="30">زۀ هلته ښخېدل غواړم چرته چې زما پلار نيکۀ ښخ دى. ما د مِصر نه يوسه او هلته مې ښخ کړه چرته چې هغوئ ښخ دى.“ يوسف ورته وفرمائيل، ”زۀ به هم دغه شان وکړم چې څنګه تا وفرمائيل.“</verse>
				<verse number="31">يعقوب ورته وفرمائيل، ”زما سره لوظ وکړه چې تۀ به هم دغه شان وکړې.“ نو يوسف ورسره لوظ وکړو. او يعقوب د خپل کټ په سر باندې سجده وکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="48">
				<verse number="1">څۀ موده وروستو يوسف خبر شو چې د هغۀ پلار بيمار دے. نو هغۀ خپل دوه زامن، منسى او اِفرائيم روان کړل او د خپل پلار پوښتنې له ورَغلو.</verse>
				<verse number="2">چې يعقوب خبر شو چې خپل زوئ يې تپوس له راغلے دے، هغۀ خپل ځان تکړه کړو او په کټ کښې نېغ کښېناستو.</verse>
				<verse number="3">يعقوب يوسف ته وفرمائيل چې، ”قادر خُدائ د کنعان د مُلک په لوز کښې ما ته راڅرګند شو او برکت يې راکړو.</verse>
				<verse number="4">هغۀ ما ته وفرمائيل، ”زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم، نو داسې ستا د اولاد نه به ډېر قومونه جوړ شى. زۀ به ستا اولاد له دا مُلک ورکوم چې همېشه دپاره د هغوئ شى.“</verse>
				<verse number="5">نو اوس يوسفه، چې ستا کوم دوه زامن زما د راتلو نه مخکښې په مِصر کښې پېدا شوى دى، دوئ هم زما بچى دى، اِفرائيم او منسى زما د خپلو بچو روبين او شمعون په شان دى.</verse>
				<verse number="6">خو کۀ ستا نور زامن پېدا کيږى، نو هغوئ به زما نۀ شى ګڼلے، هغوئ به د اِفرائيم او د منسى نه ميراث اخلى.</verse>
				<verse number="7">زۀ داسې ستا د مور راحيل په خاطر کوم. چې کله زۀ د مسوپتاميه نه واپس راتلم، نو هغه اِفرات ته نزدې د کنعان په مُلک کښې زما د ډېر غم سره وفات شوه. ما هغه د اِفرات د لارې په غاړه ښخه کړه.“ اِفرات اوس د بيت‌لحم په نوم مشهور دے.</verse>
				<verse number="8">چې کله يعقوب د يوسف زامن وليدل، هغۀ تپوس وکړو، ”دا څوک دى؟“</verse>
				<verse number="9">نو يوسف خپل پلار ته وفرمائيل، ”دا زما زامن دى، کوم چې خُدائ پاک ما له دلته په مِصر کښې راکړى دى.“ يعقوب وفرمائيل، ”دوئ ما له راوله چې د دوئ دپاره برکت وغواړم.“</verse>
				<verse number="10">د ډېر عُمر په وجه د يعقوب نظر کمزورے شوے وو او د هغۀ نظر سم نۀ لګېدو. يوسف هغۀ له زامن راوستل او هغوئ يې راغاړه ويستل او ښُکل يې کړل.</verse>
				<verse number="11">يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”ما هيڅکله هم دا ګُمان نۀ وو کړے چې زۀ به بيا تا ووينم او اوس خُدائ پاک راباندې ستا بچى هم وليدل.“</verse>
				<verse number="12">بيا يوسف هغوئ د هغۀ د غېږ نه واخستل او د هغۀ په مخکښې يې د عزت نه سر ټيټ کړو.</verse>
				<verse number="13">يوسف اِفرائيم د يعقوب ګس طرف ته او منسى د هغۀ ښى طرف ته نزدې راوستل.</verse>
				<verse number="14">نو يعقوب خپل لاسونه اوږدۀ کړل او خپل ښے لاس يې د اِفرائيم په سر کېښودو، اګر چې هغه کشر وو او خپل ګس لاس يې د منسى په سر کېښودو، چې هغه مشر وو.</verse>
				<verse number="15">بيا هغۀ يوسف دپاره برکت وغوښتلو او وې فرمائيل، ”د کوم خُدائ پاک چې زما پلار نيکۀ اِبراهيم او اِسحاق خِدمت کړے دے هغه دې، دې هلکانو له برکت ورکړى، کوم خُدائ پاک چې تر ننه پورې ټول عُمر زما ساتنه کړې ده.</verse>
				<verse number="16">هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“</verse>
				<verse number="17">چې کله يوسف دا وليدل چې د هغۀ پلار خپل ښے لاس د اِفرائيم په سر اېښے دے، هغه په دې خفه شو، نو هغۀ د خپل پلار لاس اوچت کړو او د اِفرائيم د سر نه يې د منسى سر له يوړو.</verse>
				<verse number="18">او يوسف خپل پلار ته وفرمائيل، ”داسې نه، زما پلاره، دا مشر دے. خپل ښے لاس دۀ له په سر کېږده.“</verse>
				<verse number="19">د هغۀ پلار اِنکار وکړو او وې فرمائيل، ”ما ته پته شته، زما زويه، ما ته پته ده چې د منسى اولاد به هم يو لوئ قوم شى. خو خپل کشر ورور به د هغۀ نه لوئ وى او د هغۀ د اولاد نه به ډېر لوئ قومونه جوړ شى.“</verse>
				<verse number="20">نو هغۀ هغوئ له په هغه ورځ برکت ورکړو، وې فرمائيل، ”بنى اِسرائيل به ستاسو نومونه استعمالوى چې کله هغوئ د برکت نوم اخلى. هغوئ به وائى، خُدائ پاک دې تاسو د اِفرائيم او منسى په شان کړى.“ نو داسې يعقوب اِفرائيم د منسى نه مخکښې کړو.</verse>
				<verse number="21">بيا يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ مرګ ته نزدې يم، خو خُدائ پاک به ستا مل وى او تا به واپس د خپل پلار نيکۀ مُلک ته بوځى.</verse>
				<verse number="22">د شِکم هغه آباده علاقه چې ما د اموريانو نه د تُورې او ليندې په زور اخستې ده زۀ هغه ستا وروڼو له نۀ ورکوم بلکې تا له يې درکوم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="49">
				<verse number="1">يعقوب خپل زامن راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”راغونډ شئ او زۀ به تاسو ته ووايم چې په راتلونکى وخت کښې به په تاسو څۀ کيږى.</verse>
				<verse number="2">راټول شئ او واورئ، اے د يعقوب زامنو. د خپل پلار اِسرائيل خبره واورئ.</verse>
				<verse number="3">روبين، تۀ زما مشر زوئ يې. تۀ زما د طاقت وړومبۍ مېوه يې او زما د ځوانۍ وړومبے بچے، په عزت او طاقت کښې زما د ټولو زامنو نه زيات يې.</verse>
				<verse number="4">تۀ د جوشناک سېلاب په شان يې، خو تۀ به د ټولو نه عزتمند نۀ يې، دا ځکه چې تۀ زما د بلې ښځې سره څملاستې او د خپل پلار کټ دې پليت کړو.</verse>
				<verse number="5">شمعون او ليوى په بدو کښې وروڼه دى. بدعملۍ کولو دپاره د خپلو تُورو نه کار اخلى.</verse>
				<verse number="6">د دوئ په پټو خبرو کښې به زۀ نۀ شريکېږم، او نۀ به د دوئ په ډله کښې حِصه اخلم، ځکه چې په غصه کښې دوئ خلق ووژل او دوئ هسې د خوند دپاره غوَيان ګوډ کړل.</verse>
				<verse number="7">لعنت دې د دوئ په قهر وى، ځکه چې هغه قهر ډېر سخت وو، او لعنت دې د دوئ په غضب وى، ځکه چې دا غضب بې‌رحمه وو. زۀ به د دوئ اولاد د اِسرائيل په ټول مُلک کښې خوارۀ وارۀ کړم. زۀ به دوئ د اِسرائيلو نورو قبيلو سره ګډ‌وډ کړم.</verse>
				<verse number="8">يهوداه، ستا وروڼه به ستا صِفت کوى. تۀ به خپل دشمنان د مرۍ نه رانيسې. ستا وروڼه به ستا په مخکښې ټيټ شى.</verse>
				<verse number="9">يهوداه، تۀ د ازمرى بچے يې، چې ښکار ووژنى او خپل غار ته راستُون شى، غزيږى او څملى. هيڅ څوک هم دا زړۀ نۀ شى کولے چې هغه راپاڅوى.</verse>
				<verse number="10">يهوداه به د مشرۍ جنډا نيسى، او د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى. قومونه به هغۀ له قلنګ راوړى، او د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټيږى.</verse>
				<verse number="11">هغه خپله کوچاڼې د انګور په بوټى پورې تړى، د ټولو نه ښۀ بوټى پورې. هغه خپلې جامې د انګور په سور رس کښې وينځى.</verse>
				<verse number="12">د هغۀ سترګې د شرابو نه سرې دى، د هغۀ غاښونه د پيو نه سپين دى.</verse>
				<verse number="13">زبولون به د سيند په غاړه اوسيږى. د هغۀ د سيند غاړه به د کشتو دپاره محفوظ ځائ وى. د هغۀ علاقه به د صيدا پورې ورسيږى.</verse>
				<verse number="14">يساکار لکه تکړه خر دے چې د دوو بارونو په مينځ کښې اوږد اوږد څملى.</verse>
				<verse number="15">خو چې هغۀ ته پته ولګېږى چې د هغۀ د آرام ځائ ښۀ دے او چې هغه مُلک هم ښائسته دے. نو هغه به خپله ملا بار وړلو له راښکته کړى او د نوکر په شان کار ترې اخستے شى.</verse>
				<verse number="16">دان به د خپلو خلقو بادشاه وى. هغوئ به هم د اِسرائيلو د نورو قبيلو په شان وى.</verse>
				<verse number="17">دان به د سړک د غاړې مار وى، د لارې يو خطرناک مار، چې هغه آس په پونده وچيچى، نو چې سور کس ترې په شا پرېوځى.</verse>
				<verse number="18">اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د خلاصون په اِنتظار يم.</verse>
				<verse number="19">د ډاکوانو يوه ډله به په جاد حمله وکړى، خو هغه به راوګرځى او په هغوئ پسې به شى.</verse>
				<verse number="20">د آشر زمکه به ډېر ښۀ خوراک پېدا کړى. هغه به د بادشاهانو دپاره ښۀ مزېدار خوراک تيار کړى.</verse>
				<verse number="21">نفتالى هوسۍ ده چې په آزادۍ سره منډې وهى، او هغه ښُکلى بچى راوړى.</verse>
				<verse number="22">يوسف يوه مېوه داره څانګه ده، په سپرلى کښې د مېوې نه ډکه څانګه، د هغۀ څانګې په دېوال خېژى.</verse>
				<verse number="23">د هغۀ غصه ناک دشمنان په هغۀ باندې سخته حمله کوى او د خپلو غشو او ليندو سره په هغۀ پسې وى.</verse>
				<verse number="24">خو چې هغه لينده راکاږى نو د هغۀ لاسونه نۀ رپيږى، او د هغۀ مټې مضبوطې جوړې شوې دى، د يعقوب د قادر خُدائ په قُدرت سره، د هغه شپون په نامه، چې د بنى اِسرائيلو ساتونکے دے.</verse>
				<verse number="25">هغه ستا د پلار خُدائ پاک دے چې هغه ستا مدد کوى، هغه قادر خُدائ چې تا له برکت درکوى. د بره آسمان د بارانونو او د زمکې د لاندې د چينو برکت درکړى، برکتونه د ډېرو څاروو او د اولادونو،</verse>
				<verse number="26">ستا د خپل پلار برکتونه همېشه دپاره د زړو غرونو د برکت نه ښۀ دى، ښۀ څيزونه د نۀ ختمېدونکو غرونو نه. دا ټول برکتونه دې د يوسف په سر وى، د هغۀ په تندى، چې د خپلو وروڼو مشر دے.</verse>
				<verse number="27">بنيامين د يو شلونکى شرمخ په شان دے. چې په سحر کښې ښکار خورى او په ماښام کښې څۀ چې پاتې وى هغه ويشى.“</verse>
				<verse number="28">دا د بنى اِسرائيلو دولس قبيلې دى او دا هغه وصيت دے کوم چې خپل پلار ورته د برکت ورکولو په وخت وکړو او هر زوئ له يې خپل خپل مناسب برکت ورکړو.</verse>
				<verse number="29">نو يعقوب خپلو زامنو ته وصيت کولو، ”زۀ مرګ ته نزدې يم. ما د خپل پلار نيکۀ سره، د کنعان په مُلک کښې، د ممرۍ سره نزدې په مکفيله کښې، د حِتى عِفرون د پټى په غار کښې ښخ کړئ. هغه غار او پټے اِبراهيم د عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو.</verse>
				<verse number="30"></verse>
				<verse number="31">دا هم هغه ځائ دے چرته چې هغوئ اِبراهيم او د هغۀ ښځه ساره ښخ کړى وُو، دا هم هغه ځائ دے چرته چې هغوئ اِسحاق او د هغۀ ښځه رِبقه ښخه کړې وه، او دا هغه ځائ دے چرته چې ما لِياه ښخه کړې ده.</verse>
				<verse number="32">هغه پټے او هغه غار د حِتيانو نه اخستے شوے وو. ما هم هلته ښخ کړئ.“</verse>
				<verse number="33">چې کله يعقوب خپلو زامنو ته وصيت ختم کړو، هغه بيا څملاستو، ساه يې ورکړه او په حق ورسېدو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="50">
				<verse number="1">يوسف په خپل پلار باندې ورپرېوتو، ژړل يې او ښُکلولو يې.</verse>
				<verse number="2">بيا يوسف خپلو خِدمت کوونکو حکيمانو له حُکم ورکړو چې د هغۀ د پلار د لاش اوچولو بندوبست وکړى چې خراب نۀ شى.</verse>
				<verse number="3">د مړى خرابېدو نه په بچ کولو باندې څلوېښت ورځې ولګېدلې. مِصريان اويا ورځې د هغۀ په غم غمژن وُو.</verse>
				<verse number="4">چې کله د غم وخت تېر شو، يوسف د فِرعون درباريانو ته وفرمائيل، ”کۀ تاسو ما سره ښۀ کوئ نو زۀ تاسو ته عرض کوم چې فِرعون ته داسې ووايئ چې،</verse>
				<verse number="5">چې کله زما پلار مړ کېدو، هغۀ زما نه قسم اخستے وو چې زۀ به هغه د کنعان په مُلک کښې په هغه قبر کښې ښخوم کوم چې هغۀ کنستے وو. نو مِهربانى وکړه، ما پرېږده چې زۀ خپل پلار هلته ښخ کړم او زۀ به بيا واپس راشم.“</verse>
				<verse number="6">فِرعون ورته ووئيل، ”لاړ شه، او خپل پلار هغسې ښخ کړه، چې څنګه هغۀ ستا نه قسم اخستے وو.“</verse>
				<verse number="7">نو يوسف خپل پلار ښخولو له يوړو. د فِرعون ټول درباريان، د هغۀ د دربار مشران او د مِصر ټول مشران د يوسف سره لاړل.</verse>
				<verse number="8">د هغۀ خاندان، د هغۀ وروڼه او د هغۀ د پلار د خاندان باقى ټول خلق د هغۀ سره لاړل. صِرف د هغوئ واړۀ ماشومان، د هغوئ ګډې، چېلۍ او څاروى د جشن په علاقه کښې پاتې شول.</verse>
				<verse number="9">په ګاډو کښې خلق او په آسونو سوارۀ خلق هم د هغۀ سره لاړل، دا يوه لويه قافله وه.</verse>
				<verse number="10">چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.</verse>
				<verse number="11">چې کله د کنعان د مُلک اوسېدونکو خلقو دا وليدل چې هغه خلق د اتد په درمند کښې د غم ژړا کوى، نو هغوئ ووئيل چې، ”دا مِصريان څومره سخت د غم ژړا کوى.“ نو ځکه د هغه ځائ نوم د مِصريانو د غم ژړا مېدان شو.</verse>
				<verse number="12">نو د يعقوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه هغۀ ورته وصيت کړے وو،</verse>
				<verse number="13">هغوئ د هغۀ لاش د کنعان مُلک ته يوړو او هغه يې د مکفيله په غار کښې ښخ کړو، چې د ممرۍ سره نزدې وو، په هغه پټى کښې کوم چې اِبراهيم د حِتى عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو.</verse>
				<verse number="14">چې کله يوسف خپل پلار ښخ کړو، نو هغه د خپلو وروڼو سره او د هغه ټولو کسانو سره کوم چې د هغۀ سره د جنازې دپاره تلى وُو، مِصر ته راواپس شول.</verse>
				<verse number="15">چې کله د يوسف وروڼو دا وليدل چې د هغوئ پلار په حق رسېدلے دے نو هغوئ ووئيل، ”کۀ يوسف تر اوسه پورې مونږ سره کينه لرى او چې کوم بد مونږ ورسره کړى دى کۀ د هغې زمونږ نه بدل اخستل غواړى، نو بيا به څۀ کيږى؟“</verse>
				<verse number="16">نو هغوئ يوسف له خبر ولېږلو او وې وئيل، ”زمونږ پلار د مرګ نه مخکښې</verse>
				<verse number="17">مونږ ته وفرمائيل، ”يوسف ته به داسې ووايئ چې، مونږ تا ته سوال کوُو چې ستا وروڼو کوم غلط کار او بد تا سره کړى دى، هغه معاف کړه.“ اوس درته دا سوال کوُو چې مونږ، ستا د پلار خُدائ پاک خِدمتګارانو چې کوم غلط کار کړے دے، هغه مونږ ته معاف کړه.“ چې کله دا پېغام يوسف ته مِلاو شو نو هغۀ وژړل.</verse>
				<verse number="18">بيا د هغۀ وروڼه په خپله راغلل او د هغۀ په مخکښې ټيټ شول. هغوئ ورته ووئيل، ”ګوره، مونږ ستا غلامان حاضر يُو.“</verse>
				<verse number="19">خو يوسف هغوئ ته وفرمائيل، ”يرېږئ مه، ولې زۀ خُدائ پاک يم څۀ؟</verse>
				<verse number="20">تاسو زما خِلاف د بدو منصوبه جوړه کړه، خو خُدائ پاک دا په نېکۍ بدله کړه، ترڅو چې د ډېرو خلقو ژوند بچ کړى کوم چې نن ژوندى پاتې دى.</verse>
				<verse number="21">اوس تاسو مۀ يرېږئ. زۀ به ستاسو او ستاسو د بچو خيال ساتم.“ نو هغوئ له يې په نرمو خبرو تسلى ورکړه.</verse>
				<verse number="22">يوسف د خپل پلار د خاندان سره په مِصر کښې اوسېدو، هغه د يو سل او لسو کالو وو چې په حق ورسېدو.</verse>
				<verse number="23">هغه د اِفرائيم بچى او نمسى ليدلو پورې ژوندے وو. هغۀ د منسى د زوئ مکير بچى هم په خاندان کښې وليدل.</verse>
				<verse number="24">هغۀ خپلو وروڼو ته وفرمائيل، ”زۀ مرګِ حال يم، خو خُدائ پاک به په رښتيا سره ستاسو خيال وساتى او د دې مُلک نه به مو هغه مُلک ته بوځى د کوم چې هغۀ د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب سره پخه وعده کړې وه.“</verse>
				<verse number="25">بيا يوسف د خپلو خلقو نه قسم واخستلو، هغۀ وفرمائيل، ”زما سره دا وعده وکړئ چې کله تاسو خُدائ پاک هغه مُلک ته بوځى، نو تاسو به زما هډُوکى د ځان سره وړئ.“</verse>
				<verse number="26">نو يوسف د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې په مِصر کښې په حق ورسېدو. هغوئ د هغۀ د لاش اوچولو بندوبست وکړو چې خراب نۀ شى او په تابوت کښې يې کېښودو.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="2">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د يعقوب د زامنو نومونه دا دى چا چې خپل خپل خاندان د ځان سره کړو او مِصر ته لاړل،</verse>
				<verse number="2">روبين، شمعون، ليوى، يهوداه،</verse>
				<verse number="3">يساکار، زبولون، بنيامين،</verse>
				<verse number="4">دان، نفتالى، جاد او آشر.</verse>
				<verse number="5">د يعقوب ټول زامن او نمسى په شمېر کښې اويا کسان وُو. يوسف د مخکښې نه په مِصر کښې وو.</verse>
				<verse number="6">يوسف د هغۀ ټول وروڼه او هغه ټول نسل يو يو مړ کېدلو،</verse>
				<verse number="7">خو د هغوئ د اولاد د بنى اِسرائيلو ډېر بچى پېدا شول او ډېر زيات او طاقتور شول او ټول مُلک د هغوئ نه ډک شو.</verse>
				<verse number="8">بيا په مِصر يو نوے بادشاه راغلو چې هغۀ ته د يوسف په حقله هيڅ معلومات نۀ وُو.</verse>
				<verse number="9">هغۀ خپلو خلقو ته ووئيل، ”ګورئ، دا بنى اِسرائيل ډېر زيات او تکړه شول او دوئ زمونږ دپاره خطرناک دى.</verse>
				<verse number="10">راځئ چې د دوئ سره يو چل وکړُو ګنې دوئ به زيات شى او کۀ زمونږ او د دوئ په مينځ کښې جنګ راشى نو دوئ به زمونږ خِلاف زمونږ دشمنان رايوځائ کړى او کېدے شى چې د دې مُلک نه وتښتى. مونږ له داسې څۀ کول په کار دى چې دوئ نور زيات نۀ شى.“</verse>
				<verse number="11">نو مِصريانو په بنى اِسرائيلو باندې مشران مقرر کړل چې په زور يې ترې نه کار اخستو. بنى اِسرائيلو د فِرعون دپاره د پتوم او رعمسيس ښارونو نه ګودامونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="12">خو چې هغوئ پرې څومره ظلم زياتے کولو نو لا زياتېدل او په مُلک کښې هومره خورېدل. مِصريان د هغوئ نه يرېدل او د بنى اِسرائيلو سره يې کينه شروع کړه</verse>
				<verse number="13">او مِصريانو په دوئ باندې ظلم زياتے کولو او د دوئ ژوند يې تريخ کړو. هغوئ په دوئ باندې د خښتو، خټو او په خپلو پټو کښې کار کولو او په دوئ باندې يې هيڅ رحم نۀ کولو.</verse>
				<verse number="14"></verse>
				<verse number="15">بيا د مِصر بادشاه سِفره او فوعه، هغې دوه دايڼو ته ووئيل کومو به چې د عبرانيانو ښځو مدد کولو،</verse>
				<verse number="16">”چې کله تاسو د عبرانيانو ښځو د بچى د پېدا کېدو په وخت مدد کوئ او هغوئ د بچى د زېږېدو په ځائ ناستې ووينئ نو کۀ هغه پېدا کېدونکے زوئ وى نو وې وژنئ، خو کۀ هغه لور وى نو ژوندۍ يې پرېږدئ.“</verse>
				<verse number="17">خو دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې او د بادشاه حُکم يې ونۀ منلو او هغوئ نران ماشومان ژوندى پرېښودل.</verse>
				<verse number="18">نو بادشاه دايڼې راوغوښتلې او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو ولې داسې کوئ؟ تاسو نران بچى ولې ژوندى پرېږدئ؟“</verse>
				<verse number="19">هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”عبرانۍ ښځې د مِصريانو ښځو په شان نۀ دى، د دوئ په آسانۍ سره بچى پېدا کيږى او هلته زمونږ د رسېدو نه مخکښې د دوئ ماشومان پېدا شى.“</verse>
				<verse number="20">دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې نو خُدائ پاک د هغوئ سره ښۀ وو او د هغوئ کورونه يې ودان کړل. او بنى اِسرائيل زياتېدل او طاقتور شول.</verse>
				<verse number="21"></verse>
				<verse number="22">په آخر کښې فِرعون خپلو ټولو خلقو له حُکم ورکړو چې، ”د عبرانيانو هر يو پېدا شوے بچے راوړئ او د نيل درياب کښې يې وغورزوئ، خو جينکۍ به ژوندۍ پرېږدئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">په دې دوران کښې د ليوى قبيلې يو سړى په خپله قبيله کښې يوه ښځه وکړه،</verse>
				<verse number="2">او د هغې نه د هغۀ يو زوئ وشو. هغې وليدل چې دا ښۀ ښکلے ماشوم وو، نو هغې دا درې مياشتې پټ وساتلو.</verse>
				<verse number="3">خو چې کله هغې دا نور نۀ شو پټولے، هغې د لوخو نه جوړه شوې يوه ټوکرۍ راواخستله او په دې يې تارکول ولګول چې اوبۀ په کښې دننه نۀ ځى. هغې ماشوم په دې کښې کښېنولو او دا يې بيا د درياب په غاړه په لوخو کښې کېښوده.</verse>
				<verse number="4">د ماشوم خور لږه لرې ولاړه وه او کتل يې چې په هغۀ به څۀ کيږى.</verse>
				<verse number="5">د فِرعون لور لامبلو له د درياب غاړې له راغله، د هغې خِدمتګارې هم د درياب په غاړه روانې وې نو ناڅاپه هغې په لوخو کښې هغه ټوکرۍ وليدله او يوه خِدمتګاره يې ورولېږله چې هغې ته يې را وړى.</verse>
				<verse number="6">د فِرعون لور ټوکرۍ کولاو کړه او يو ماشوم يې په کښې وليدو. هغۀ ژړل او د هغې ورباندې زړۀ وسوزېدلو. هغې ووئيل، ”دا ماشوم عبرانے دے.“</verse>
				<verse number="7">بيا د هغۀ خور د فِرعون د لور نه تپوس وکړو، ”زۀ يو عبرانۍ ښځه راوغواړم څۀ چې دې ماشوم له سينه ورکوى؟“</verse>
				<verse number="8">هغې ورته ووئيل، ”آو، لاړه شه.“ نو هغه جينۍ لاړه او د ماشوم خپله مور يې راوستله.</verse>
				<verse number="9">شهزادګۍ دې ښځې ته ووئيل، ”دا ماشوم واخله او زما دپاره سينه ورکوه او زۀ به تا له مزدورى درکوم.“ نو هغې ماشوم يوړو او هغۀ له يې سينه ورکوله.</verse>
				<verse number="10">کله چې دا ماشوم لږ لوئ شو نو هغې دا ماشوم د بادشاه لور له ورکړو او د بادشاه لور ماشوم خپل زوئ جوړ کړو. هغې د خپل ځان سره ووئيل، ”ما دا د اوبو نه راوچت کړے دے.“ نو موسىٰ نوم يې ورباندې کېښودو.</verse>
				<verse number="11">چې کله موسىٰ لوئ شو نو هغه خپلو خلقو عبرانيانو له لاړو او هغۀ وليدل چې د هغوئ نه سخت کار اخستلے شو. هغۀ دا هم وليدل چې يو مِصرى يو عبرانے وهلو، دا د موسىٰ د خپلو خلقو نه يو کس وو.</verse>
				<verse number="12">موسىٰ اخوا دېخوا وکتل او چې کله هغۀ ته پته ولګېده چې هيڅ څوک يې هم نۀ ګورى، نو هغه مِصرے يې ووژلو او د هغۀ لاش يې په شګو کښې پټ کړو.</verse>
				<verse number="13">بله ورځ هغه بهر لاړو او وې ليدل چې دوه عبرانيان په خپلو کښې په جګړه وُو. هغۀ هغه يو ته وفرمائيل کوم چې په غلطه وو، ”تۀ ولې خپل عبرانے ورور وهې؟“</verse>
				<verse number="14">هغه سړى ورته ووئيل، ”تۀ چا په مونږ مشر کړے يې او په مونږ يې قاضى جوړ کړے يې؟ تۀ ما هم وژنې څۀ لکه چې هغه مِصرے دې وژلے وو؟“ نو موسىٰ وويرېدو او د خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”ښه نو لکه چې ما څۀ کړى دى د هغې خلقو ته پته لګېدلې ده.“</verse>
				<verse number="15">چې کله فِرعون خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د موسىٰ د وژلو کوشش وکړو، خو موسىٰ وتښتېدو او لاړو او د ميديان په مُلک کښې اوسېدو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د يو کوهى سره ناست وو، د ميديان د اِمام يترو اووۀ لوڼه راغلې، چې اوبۀ راوباسى او د خپل پلار ګډو او چېلو دپاره ښانکونه ترې نه ډک کړى.</verse>
				<verse number="16"></verse>
				<verse number="17">خو څۀ شپانو د يترو لوڼه وشړلې. نو موسىٰ د هغوئ د بچ کولو دپاره ورَغلو او د هغوئ څاروو له يې اوبۀ ورکړې.</verse>
				<verse number="18">چې کله دوئ خپل پلار له راغلې، هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تاسو ولې نن ډېر زر راغلئ؟“</verse>
				<verse number="19">هغوئ ورته ووئيل، ”يو مِصرى مونږ د شپانو نه بچ کړُو او هغۀ مونږ له اوبۀ هم راوخېژولې او زمونږ څاروو له يې ورکړې.“</verse>
				<verse number="20">هغۀ د خپلو لوڼو نه تپوس وکړو، ”هغه چرته دے؟ تاسو هغه سړے بهر ولې پرېښودو؟ لاړې شئ او هغه راوغواړئ چې مونږ سره روټۍ وخورى.“</verse>
				<verse number="21">نو موسىٰ هلته اوسېدو ته راضى شو او يترو هغۀ ته خپله لور صفوره وادۀ کړه،</verse>
				<verse number="22">د هغې نه يې يو زوئ وشو. موسىٰ د خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ په دې مُلک کښې مسافر يم.“ نو په هغۀ يې جيرسوم نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="23">ډېره موده پس چې د مِصر بادشاه مړ شو، خو بنى اِسرائيلو د غلامۍ په وجه فرياد کولو نو هغوئ په چغو وژړل، ”خُدايه پاکه، زمونږ مدد وکړه.“</verse>
				<verse number="24">نو خُدائ پاک د دوئ ژړا واورېدله. هغۀ د هغوئ فرياد واورېدو او د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره يې خپل هغه لوظ راياد کړو.</verse>
				<verse number="25">هغۀ د بنى اِسرائيلو تکليف وليدو او ورباندې خفه شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">د موسىٰ سخر يترو د ميديان اِمام وو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د هغۀ ګډې او چېلۍ څرولې، هغۀ رمه د بيابان نه واړوله او د خُدائ پاک غر سينا ته راغلو.</verse>
				<verse number="2">هلته هغۀ ته د مالِک خُدائ هغه فرښته د اور لمبې په شان د بوټى د مينځ نه راڅرګنده شوه. چې د موسىٰ پرې څنګه نظر پرېوتو نو په دې ليدو حېران شو چې په جاړه اور لګېدلے وو خو دا نۀ سوزېدله.</verse>
				<verse number="3">هغۀ د ځان سره وفرمائيل چې، ”عجيبه خبره ده. دا جاړه ولې نۀ سوزيږى؟ زۀ به نزدې ورشم چې وې ګورم.“</verse>
				<verse number="4">چې کله مالِک خُدائ وليدل چې موسىٰ نزدې راروان وو، هغه د جاړې مينځ نه ورته آواز ورکړو او ورته يې وفرمائيل، ”موسىٰ! موسىٰ!“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”جى زۀ حاضر يم.“</verse>
				<verse number="5">خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”نور نزدې مۀ راځه. پېزار وباسه، ځکه چې تۀ په پاکه زمکه ولاړ يې.</verse>
				<verse number="6">زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ نو موسىٰ خپل مخ پټ کړو، ځکه چې هغه خُدائ پاک ته کتلو نه يرېدو.</verse>
				<verse number="7">بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے چې هغوئ د ظالمانو مشرانو نه خلاص شى. ما ته د هغوئ د ټولو تکليفونو پته ده،</verse>
				<verse number="8">نو زۀ لاندې راغلے يم چې هغوئ د مِصريانو نه خلاص کړم او چې هغوئ د مِصر نه بهر يو ښۀ، کولاو او زرخېز مُلک ته بوځم، چرته چې اوس کنعانيان، حِتيان، اموريان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسيږى.</verse>
				<verse number="9">ګوره، ما د خپلو خلقو ژړا اورېدلې ده او زۀ دا هم ګورم چې مِصريان په دوئ ظلم کوى.</verse>
				<verse number="10">اوس زۀ تا فِرعون له لېږم نو تۀ به زما خلق بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځې.“</verse>
				<verse number="11">خو موسىٰ خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”زۀ څوک يم چې فِرعون له ورشم او بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځم؟“</verse>
				<verse number="12">خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا مل يم او چې تۀ کله دا خلق د مِصر نه بهر بوځې، نو تۀ به په دې غر دپاسه زما عبادت وکړې. هغه به د دې ثبوت وى چې تۀ ما لېږلے يې.“</verse>
				<verse number="13">خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”چې کله زۀ بنى اِسرائيلو له ورشم او ورته ووايم، چې زۀ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک تاسو ته رالېږلے يم، هغوئ به زما نه تپوس وکړى چې د هغۀ څۀ نوم دے؟ نو زۀ هغوئ ته څۀ ووايم؟“</verse>
				<verse number="14">خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ هغه يم چې يم. تۀ به خامخا هغوئ ته داسې ووائې چې، ”زۀ هغه يم“ تاسو ته رالېږلے يم څوک چې په خپله خپل ځان ته ”زۀ يم“ وائى.</verse>
				<verse number="15">بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، تۀ هغوئ ته ورلېږلے يې. دا د همېشه دپاره زما نوم دے، راتلونکى نسلونه به ما په دې نوم يادوى.</verse>
				<verse number="16">لاړ شه او د بنى اِسرائيلو مشران په يو ځائ راغونډ کړه او هغوئ ته ووايه چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک، د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدائ پاک، تا ته راڅرګند شوم. هغوئ ته ووايه چې زۀ دوئ له راغلے يم او ما ليدلى دى چې مِصريانو د دوئ سره څۀ کول.</verse>
				<verse number="17">ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دوئ د مِصر نه بهر بوځم چې په کوم ځائ کښې په دوئ ظلم کيږى او زۀ به دوئ هغه زرخېز مُلک ته بوځم، چې هغه د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، فرزيانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک دے.</verse>
				<verse number="18">زما خلق به ستا خبره واورى. نو تۀ د بنى اِسرائيلو مشران د مِصر بادشاه له بوځه او هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ د عبرانيانو خُدائ پاک، مونږ ته په خپله ځان څرګند کړو. اوس تۀ مونږ په صحرا کښې د درېو ورځو سفر ته پرېږده چې مالِک خُدائ، زمونږ خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړُو.</verse>
				<verse number="19">ما ته پته ده چې د مِصر بادشاه به تاسو تلو ته پرې نۀ ږدى ترڅو چې هغه مجبور کړے شوے نۀ وى.</verse>
				<verse number="20">خو زۀ به د خپل قُدرت نه کار واخلم او زۀ به هلته د عجيبه عجيبه کارونو کولو په ذريعه مِصريانو له سزا ورکړم. او د هغې نه پس به هغه تاسو تلو ته پرېږدى.</verse>
				<verse number="21">زۀ به په مِصريانو ستاسو قدر وکړم نو چې کله زما خلق ځى، دوئ به خالى لاسونه نۀ ځى.</verse>
				<verse number="22">هره يوه بنى اِسرائيلۍ ښځه دې خپلو مِصريانو ګاونډيانو کره لاړه شى او هرې مِصرۍ ښځې له چې د دوئ سره په کور کښې اوسيږى نو جامې، د سرو زرو او سپينو زرو کالى دې ترې نه وغواړى. نو بنى اِسرائيليان به دا څيزونه خپلو زامنو او لوڼو ته ورواغوندى. او مِصريان به لوټ کړى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">بيا موسىٰ مالِک خُدائ له جواب ورکړو، ”خو ګوره، کۀ بنى اِسرائيل په ما يقين ونۀ کړى او زما خبرې ته غوږ ونۀ نيسى نو زۀ څۀ وکړم کۀ هغوئ ووائى چې تۀ ما ته راڅرګند شوے نۀ يې؟“</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”دا ستا په لاس کښې څۀ دى؟“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا امسا ده.“</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”دا په زمکه وغورزوه.“ چې کله موسىٰ دا په زمکه وروغورزوله، نو يو مار ترې جوړ شو او موسىٰ ترې نه منډه کړه.</verse>
				<verse number="4">نو بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ورټيټ شه او د لکۍ نه يې کلک راونيسه.“ نو موسىٰ ورټيټ شو او راوې نيولو او بيا ترې نه امسا جوړه شوه.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”هم داسې وکړه چې د بنى اِسرائيلو يقين راشى چې مالِک خُدائ د دوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک، د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک تا ته راڅرګند شوے دے.“</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ موسىٰ ته بيا وفرمائيل، ”خپل لاس چُوغې ته دننه کړه.“ نو موسىٰ لاس دننه کړو. او چې کله هغۀ لاس رابهر کړو، نو د هغۀ لاس د څرمنې په بيمارۍ پټ شوے وو، داسې سپين لکه واوره.</verse>
				<verse number="7">بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”لاس په چُوغه کښې بيا دننه کړه.“ نو هغۀ لاس دننه کړو او چې کله هغۀ دا ځل رابهر کړو، نو هم هغه شان روغ جوړ شو لکه څنګه چې يې نور بدن وو.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”کۀ هغوئ په تا يقين ونۀ کړى يا د هغوئ په اولنۍ معجزه باندې يقين رانۀ شى، نو په دې بله به د دوئ يقين راشى.</verse>
				<verse number="9">کۀ د دې دواړو معجزو باوجود هم هغوئ په تا يقين ونۀ کړى او کۀ هغوئ ستا د خبرې اورېدو نه اِنکار وکړى، نو لږې اوبۀ د نيل درياب نه راواخله او په اوچه زمکه يې توئ کړه. نو د اوبو نه به وينه جوړه شى.“</verse>
				<verse number="10">خو موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”اے زما مالِکه خُدايه، ما مۀ لېږه. زۀ صفا خبرې نۀ شم کولے نه د مخکښې نه په خبرو کولو کښې ښۀ وم او نه تاسو سره د خبرو کولو نه پس تکړه يم او ژبه مې هم انښلى.“</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”بنى آدم له ژبه څوک ورکوى؟ ګونګول او کڼول څوک کوى؟ نظر ورکول يا ړندول څوک کوى؟ دا زۀ، مالِک خُدائ کوم.</verse>
				<verse number="12">نو اوس لاړ شه. زۀ به ستا د خولې نه خبرې کوم او زۀ به تا ته وښايم چې څۀ به وائې.“</verse>
				<verse number="13">خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”اے زما مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې بل څوک ورولېږه.“</verse>
				<verse number="14">نو په دې باندې مالِک خُدائ موسىٰ ته غصه شو او وې فرمائيل، ”ستا ورور هارون، ليوى خو شته دے، ما ته پته ده چې هغه په خبرو کولو کښې تکړه دے. ګوره، اوس هغه تا سره مِلاوېدو له راروان دے او هغه به ستا په ليدو په زړۀ کښې خوشحاله شى.</verse>
				<verse number="15">تۀ به هغۀ ته هغه خبرې وښائې چې کومې به کوى. زۀ به ستاسو دواړو په خبرو کښې مدد وکړم او زۀ به تاسو دواړو ته ووايم چې څۀ به کوئ.</verse>
				<verse number="16">هغه به ستا د خبرو وياند وى او ستا په ځائ به خلقو ته خبرې کوى. نو تۀ به د هغۀ دپاره د خُدائ پاک په شان يې او ورته به ښائې چې څۀ به وائى.</verse>
				<verse number="17">خپل ځان سره دا امسا يوسه، چې د دې سره به تۀ معجزې څرګندې کړې.“</verse>
				<verse number="18">بيا موسىٰ واپس خپل سخر يترو له لاړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه چې واپس مِصر ته لاړ شم چې وګورم چې زما خپلوان ژوندى دى او کۀ نه.“ يترو موسىٰ ته ووئيل، ”په خېر لاړ شه.“</verse>
				<verse number="19">چې کله موسىٰ په ميديان کښې وو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”مِصر ته واپس لاړ شه، ځکه چې کومو خلقو تۀ وژلې هغه ټول مړۀ دى.“</verse>
				<verse number="20">نو موسىٰ خپله ښځه او زامن واخستل او په يو خر باندې يې سوارۀ کړل او د دوئ سره مِصر ته روان شو، هغه امسا يې هم يوړه چې خُدائ پاک ورته ښودلې وه.</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ موسىٰ ته بيا وفرمائيل، ”اوس چې تۀ واپس مِصر ته روان يې، ګوره، چې د فِرعون په مخکښې هغه ټولې معجزې څرګندې کړې د کومو چې ما طاقت درکړے دے. خو زۀ به د هغۀ زړۀ سخت کړم او هغه به زما خلق تلو ته پرې نۀ ږدى.</verse>
				<verse number="22">بيا تۀ هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى چې، بنى اِسرائيل ما ته د مشر زوئ په شان دى.</verse>
				<verse number="23">ما تا ته وفرمائيل چې زما زوئ پرېږده چې لاړ شى، چې هغه زما عبادت وکړى، خو تا اِنکار وکړو. نو زۀ به اوس ستا مشر زوئ ووژنم.“</verse>
				<verse number="24">د مِصر په لاره په يو سرائى کښې مالِک خُدائ موسىٰ له د دې دپاره راغلو چې هغه ووژنى.</verse>
				<verse number="25">نو د هغۀ ښځې، صفورې، يو تېرۀ کاڼے راواخستلو، هغې خپل زوئ دې سره سنت کړو او د سنت تيکه يې د موسىٰ پښو له وروړله. نو د سنت د وينې د رِواج په وجه هغې موسىٰ ته ووئيل، ”تۀ زما دپاره د وينې خاوند يې.“ نو مالِک خُدائ د موسىٰ ژوند بچ کړو.</verse>
				<verse number="26"></verse>
				<verse number="27">بيا مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”د موسىٰ سره مِلاوېدو له صحرا ته لاړ شه.“ نو هغه د هغۀ سره د خُدائ پاک په غرۀ کښې مِلاوېدو له لاړو، او چې کله هغه د هغۀ سره مِلاو شو، نو هغه يې ښُکل کړو.</verse>
				<verse number="28">بيا موسىٰ هارون ته هغه هر څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ د فرمائيلو دپاره لېږلے وو، هغۀ د هغه معجزو په حقله هم هغۀ ته وفرمائيل د کومو چې مالِک خُدائ د کولو حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="29">نو موسىٰ او هارون مِصر ته لاړل او د بنى اِسرائيلو ټول مشران يې په يو ځائ راغونډ کړل.</verse>
				<verse number="30">هارون هغوئ ته هر څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو او د خلقو په مخکښې يې هغه ټولې معجزې وکړې.</verse>
				<verse number="31">نو د هغوئ يقين وشو، او چې کله هغوئ واورېدل چې مالِک خُدائ هغوئ له راغلے وو او چې کوم ظلم په هغوئ کېدلو هغه يې ليدلے وو، نو دوئ سجده وکړه او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">د دې نه پس موسىٰ او هارون د فِرعون دربار ته لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما د عزت دپاره په صحرا کښې اختر وکړى.“</verse>
				<verse number="2">خو فِرعون ترې تپوس وکړو، ”دا مالِک خُدائ څوک دے؟ زۀ ولې د هغۀ خبره ومنم او بنى اِسرائيل تلو ته پرېږدم؟ نۀ زۀ مالِک خُدائ پېژنم، او نۀ به بنى اِسرائيل تلو ته پرېږدم.“</verse>
				<verse number="3">موسىٰ او هارون ورته وفرمائيل، ”د عبرانيانو خُدائ پاک مونږ ته په خپله راڅرګند شوے دے. مونږ پرېږده چې په صحرا کښې درې ورځې سفر وکړُو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړُو. کۀ مونږ داسې ونۀ کړل، نو هغه به مونږ په وبا يا په جنګ ووژنى.“</verse>
				<verse number="4">فِرعون موسىٰ او هارون ته ووئيل، ”تاسو ولې دا خلق د خپل کار نه وباسئ؟ پرېږدئ چې هم دغه کار کوى.</verse>
				<verse number="5">ګورئ، تاسو خلق د مِصريانو نه ډېر زيات شوى يئ. او اوس تاسو دا هم غواړئ چې دوئ کار بس کړى.“</verse>
				<verse number="6">هم په هغه ورځ فِرعون د دوئ سختو مِصريانو مشرانو او بنى اِسرائيلو آفسرانو له حُکم ورکړو چې،</verse>
				<verse number="7">”د خښتو جوړولو دپاره خلقو ته بوس ورکول بند کړئ. دوئ لېږئ چې په خپله يې ځان له راغونډوى.</verse>
				<verse number="8">او هم هغه هومره خَښتې ترې نه غواړئ چې څومره يې مخکښې جوړولې، تاسو پرې يوه هم مۀ کموئ. دوئ خو کار نۀ کوى، نو ځکه دوئ هر وخت مِنتُونه کوى چې زۀ دوئ پرېږدم چې لاړ شى او خپل خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړى.</verse>
				<verse number="9">په دې خلقو د مخکښې نه نور هم سخت کار کوئ او په داسې کار يې آخته کړئ چې د دې دروغو خبرو اورېدو وخت هم ورسره نۀ وى.“</verse>
				<verse number="10">د هغوئ نه سخت کار اخستونکى مشران او د دوئ آفسران بهر لاړل او بنى اِسرائيلو ته يې ووئيل، ”فِرعون وئيلى دى چې هغه به تاسو له نور بوس نۀ درکوى.</verse>
				<verse number="11">هغه وائى چې تاسو ځئ او چې چرته هم تاسو د خپلو ځانونو دپاره بوس راپېدا کولے شئ نو پېدا يې کړئ، خو د خښتو د جوړولو په شمېر کښې به کمے نۀ راولئ.“</verse>
				<verse number="12">نو خلق د مِصر ټول مُلک کښې خوارۀ شول چې بوس راجمع کړى.</verse>
				<verse number="13">د هغوئ سختو مشرانو په دوئ زور راوړلو چې هره ورځ به هم هغه هومره خَښتې جوړوى چې څومره يې مخکښې جوړولې چې کله هغوئ ته بوس مِلاوېدل.</verse>
				<verse number="14">د هغوئ سختو مِصريانو مشرانو بنى اِسرائيل آفسران وهل، کوم چې هغوئ د دې کار مشران مقرر کړى وُو. ورته يې وئيل، ”تاسو ولې هم هغه هومره خَښتې نۀ جوړَوئ لکه چې څومره تاسو مخکښې جوړولې؟“</verse>
				<verse number="15">نو د بنى اِسرائيلو آفسران راغلل او فِرعون ته يې فرياد وکړو، ”بادشاه سلامت، زمونږ سره داسې ولې کيږى؟</verse>
				<verse number="16">مونږ له بوس نۀ راکوى، خو بيا هم هغوئ د خښتو جوړولو حُکم راکوى او ګوره، مونږ وهلے هم شُو. خو دا ستا د خپلو خلقو غلطى ده.“</verse>
				<verse number="17">فِرعون ورته ووئيل، ”تاسو ناراسته يئ او کار کول نۀ غواړئ، نو دا ځکه تاسو مِنت کوئ چې زۀ تاسو تلو ته پرېږدم چې مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړئ.</verse>
				<verse number="18">اوس واپس کار له لاړ شئ. تاسو له به هغوئ لږ بوس هم نۀ درکوى، خو اوس به خامخا هم هغه هومره خَښتې جوړَوئ.“</verse>
				<verse number="19">د بنى اِسرائيلو آفسرانو ته پته ولګېده چې دوئ په بد حالت کښې دى، چې کله هغوئ ته ووئيلے شول چې دوئ به هره ورځ هم هغه هومره خَښتې جوړوى چې څومره يې مخکښې جوړولې.</verse>
				<verse number="20">چې څنګه دوئ د فِرعون د دربار نه راووتل، نو دوئ د موسىٰ او هارون سره مِلاو شول، ځکه چې هغوئ د دوئ اِنتظار کولو.</verse>
				<verse number="21">دوئ موسىٰ او هارون ته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په خپله ستاسو عدالت وکړى او سزا دې درکړى ځکه چې تاسو د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په زړُونو کښې نفرت پېدا کړے دے. تاسو هغۀ له زمونږ د قتل بهانه ورکړې ده.“</verse>
				<verse number="22">بيا موسىٰ مالِک خُدائ ته واپس وګرځېدو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ د دې خلقو سره ولې بد سلوک کوې؟ تا زۀ ولې دلته رالېږلے يم؟</verse>
				<verse number="23">ما چې کله هم د فِرعون سره ستا په نوم خبرې کړې دى، نو هغۀ د دوئ سره بد سلوک کړے دے. او تا د خپلو خلقو مدد نۀ دے کړے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”اوس به تۀ وګورې چې زۀ د فِرعون سره څۀ کوم. زۀ به خپل زور سره هغه دې ته مجبور کړم چې زما خلق تلو ته پرېږدى، زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم چې فِرعون هغوئ د مُلک مصر نه وشړى.“</verse>
				<verse number="2">خُدائ پاک موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="3">زۀ د قادر خُدائ په توګه اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب ته راڅرګند شوم، خو ما خپل ځان په هغوئ باندې د خپل پاک نوم ”مالِک خُدائ“ په توګه ونۀ پېژندلو.</verse>
				<verse number="4">ما د هغوئ سره د کنعان مُلک ورکولو لوظ هم وکړو، هغه مُلک په کوم کښې چې دوئ د مسافرو په شان اوسېدلى وُو.</verse>
				<verse number="5">اوس ما د بنى اِسرائيلو فرياد اورېدلے دے ځکه چې مِصريان د دوئ نه د نوکرانو په شان کار اخلى. زۀ به د دوئ سره خپل لوظ پوره کوم.</verse>
				<verse number="6">نو بنى اِسرائيلو ته ووايه چې زۀ هغوئ ته وايم چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ به تاسو بچ کړم او زۀ به تاسو د مِصريانو د غلامۍ نه آزاد کړم. زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او مِصريانو له به سخته سزا ورکړم او زۀ به تاسو خلاص کړم.</verse>
				<verse number="7">زۀ به تاسو خپل خلق جوړ کړم او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم چې کله زۀ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه آزاد کړم.</verse>
				<verse number="8">زۀ به تاسو هغه مُلک ته راولم چې د کوم ما اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب له د ورکولو پوخ لوظ کړے وو، دا مُلک به ستاسو ميراث وى. زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
				<verse number="9">موسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا وفرمائيل خو دوئ د هغۀ خبره وانۀ ورېدله، ځکه چې د هغوئ د سختې غلامۍ په وجه دوئ همت بائيللے وو.</verse>
				<verse number="10">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="11">”لاړ شه او د مِصر بادشاه فِرعون ته ووايه چې هغه دې بنى اِسرائيل د دې مُلک نه تلو ته پرېږدى.“</verse>
				<verse number="12">خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”بنى اِسرائيل چې زما خبره نۀ اورى، نو فِرعون به يې څنګه واورى؟ زۀ خو په خبرو کولو کښې تکړه نۀ يم.“</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړو چې، ”بنى اِسرائيلو او د مِصر بادشاه فِرعون ته ووايئ چې ما تاسو له حُکم درکړے دے چې بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځئ.“</verse>
				<verse number="14">د يعقوب د مشر زوئ، د روبين دا څلور زامن وُو، حنوک، فلو، حصرون او کرمى، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نومونو ياديږى.</verse>
				<verse number="15">د شمعون دا شپږ زامن وُو، يمو‌اېل، يمين، اُهد، يکين، صحر او ساؤل د کنعانۍ ښځې زوئ، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نومونو ياديږى.</verse>
				<verse number="16">د ليوى دا درې زامن وُو، جيرسون، قُهات او مرارى، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نومونو ياديږى. د ليوى ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو.</verse>
				<verse number="17">د جيرسون دوه زامن وُو، لِبنى او سِمعى او د هغوئ ډېر اولاد وو.</verse>
				<verse number="18">د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل. د قُهات ټول عُمر يو سل درې دېرش کاله وو.</verse>
				<verse number="19">د مرارى دوه زامن وُو، محلى او موشى. دا د ليويانو قبيلې او اولاد دے.</verse>
				<verse number="20">عُمرام د خپل پلار، خور يوکبد وادۀ کړه، چې د هغې نه يې هارون او موسىٰ پېدا شول. د عُمرام ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو.</verse>
				<verse number="21">د اِضهار درې زامن وُو، قورح، نفج او زِکرى.</verse>
				<verse number="22">د عُزى‌اېل هم درې زامن وُو، ميسائيل، الصفن او سترى.</verse>
				<verse number="23">هارون د عمى‌نداب لور اليسبع وادۀ کړه چې هغه د نحشون خور وه، د هغې نه يې ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر پېدا شول.</verse>
				<verse number="24">د قورح درې زامن وُو، اسير، القنه او ابياسف، دوئ د قورح قبيلو پلار نيکۀ وُو.</verse>
				<verse number="25">د هارون زوئ، اِلى‌عزر، د فوطئيل د لوڼو نه يوه لور وادۀ کړه، چې د هغې نه يې فينحاس پېدا شو. دا د ليوى قبيلې د قومونو او کورَنو مشران وُو.</verse>
				<verse number="26">هارون او موسىٰ هغه کسان وُو چا ته چې مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر نه بهر بوځئ.“</verse>
				<verse number="27">دا هغه کسان وُو چا چې د مِصر بادشاه فِرعون ته ووئيل چې بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر تلو ته پرېږده.</verse>
				<verse number="28">چې کله مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="29">”زۀ مالِک خُدائ يم. چې زۀ تا ته څۀ وايم هغه هر څۀ د مِصر بادشاه فِرعون ته ووايه.“</verse>
				<verse number="30">خو موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”تا ته پته ده چې زۀ په خبرو کولو کښې تکړه نۀ يم، نو فِرعون به زما خبره څنګه واورى؟“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ تا فِرعون ته د خُدائ په شان جوړوم او ستا ورور هارون به ستا د پېغمبر په توګه د هغۀ سره خبرې کوى.</verse>
				<verse number="2">چې څنګه ما حُکم درکړے دے هارون ته هغه هر څۀ ووايه او هغه به فِرعون ته ووائى چې بنى اِسرائيل د هغۀ د مُلک نه تلو ته پرېږدى.</verse>
				<verse number="3">خو زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم. کۀ زۀ هر څومره زياتې نښې او معجزې په مِصر کښې ښکاره کړم خو هغه به ستا خبره وانۀ ورى. بيا به زۀ د مِصريانو خِلاف د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او دوئ له به سخته سزا ورکړم. او زۀ به د خپل قوم خلق، بنى اِسرائيل د مِصر مُلک نه وباسم.</verse>
				<verse number="4"></verse>
				<verse number="5">نو مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، چې کله زۀ د دوئ خِلاف خپل لاس اوچت کړم نو بنى اِسرائيل د هغوئ د مُلک نه بهر بوځم.“</verse>
				<verse number="6">موسىٰ او هارون هم هغسې وکړل، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="7">په هغه وخت چې کله دوئ فِرعون سره خبرې وکړې، موسىٰ د اتياو کالو وو او هارون د درې اتياو کالو وو.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="9">”کله چې فِرعون تاسو ته ووائى چې تاسو يوه معجزه ښکاره کړئ، نو هارون ته ووايه چې خپله امسا راواخلى او د فِرعون په مخکښې يې وغورزوى، نو يو مار به ترې نه جوړ شى.“</verse>
				<verse number="10">نو موسىٰ او هارون فِرعون له لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. هارون خپله امسا د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په مخکښې وغورزوله، نو يو مار ترې نه جوړ شو.</verse>
				<verse number="11">نو فِرعون هم خپل د غېب عِلم لرونکى خلق او جادوګران راوغوښتل او هغوئ هم د جادو په ذريعه هم هغه شان وکړل.</verse>
				<verse number="12">هغوئ خپلې امساګانې وغورزولې او د امساګانو نه ماران جوړ شول. خو د هارون امسا د هغوئ امساګانې تېرې کړې.</verse>
				<verse number="13">خو د فِرعون زړۀ تر اوسه پورې سخت وو. لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغۀ به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورېدله.</verse>
				<verse number="14">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د فِرعون زړۀ سخت دے، هغه خلق تلو ته نۀ پرېږدى.</verse>
				<verse number="15">په سحر کښې فِرعون له لاړ شه چې کله هغه د نيل درياب ته کوزيږى. د خپل ځان سره هغه امسا هم يوسه چې مار ترې نه جوړ شوے وو او د درياب په غاړه هغۀ ته ودرېږه.</verse>
				<verse number="16">بيا فِرعون ته ووايه چې مالِک خُدائ د عبرانيانو خُدائ پاک، زۀ رالېږلے يم چې تا ته ووايم چې د هغۀ خلق تلو ته پرېږده چې دوئ په صحرا کښې د هغۀ عبادت وکړى. خو ګوره، تا تر اوسه پورې دا خبره ونۀ منله.</verse>
				<verse number="17">نو اوس، بادشاه سلامت، مالِک خُدائ به يو داسې کار وکړى چې تا ته پته ولګى چې هغه په رښتيا مالِک خُدائ دے. ګوره، زما په لاس کښې چې کومه امسا ده زۀ د درياب اوبۀ په دې وهم او د اوبو نه به وينه جوړه شى.</verse>
				<verse number="18">کبان به مړۀ شى او د درياب اوبۀ به دومره سخت بوئ شروع کړى چې مِصريان به ترې اوبۀ نۀ شى څښلے.“</verse>
				<verse number="19">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې خپله امسا راواخلى او د مِصر ټولو اوبو په طرف يعنې دريابونو، نِهرونو او ډنډونو دپاسه ونيسى. نو د اوبو نه به وينه جوړه شى او د مِصر په ټوله زمکه به وينه وى، داسې د لرګى په لوښو او د خټې په منګو کښې به هم وى.“</verse>
				<verse number="20">نو موسىٰ او هارون هم هغسې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. د فِرعون او د هغۀ درباريانو په مخکښې، هارون خپله امسا اوچته کړه او د درياب اوبۀ يې پرې ووهلې او د درياب د ټولو اوبو نه وينه جوړه شوه.</verse>
				<verse number="21">په درياب کښې کبان مړۀ شول او دومره سخا بوئ يې کولو چې مِصريانو د درياب نه اوبۀ نۀ شوې څښلے. او د مِصر په ټول مُلک کښې وينه وه.</verse>
				<verse number="22">بيا د فِرعون جادوګرانو د خپل جادو په ذريعه هم دغه شان وکړل او د فِرعون زړۀ هم هغه شان سخت وو. لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغۀ د موسىٰ او هارون د خبرې اورېدو نه اِنکار وکړو.</verse>
				<verse number="23">فِرعون راوګرځېدو او خپل محل ته لاړو، دا خبره يې زړۀ ته ښکته نۀ کړه.</verse>
				<verse number="24">ټولو مِصريانو د څښلو د اوبو دپاره د درياب غاړه وکنستله، ځکه چې هغوئ د درياب اوبۀ نۀ شوې څښلے.</verse>
				<verse number="25">چې مالِک خُدائ په درياب افت راوستلے وو نو اووۀ ورځې د هغې نه پس تېرې شوې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له ورشه او هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى.</verse>
				<verse number="2">کۀ تا اِنکار وکړو، نو زۀ به ستا په ټول مُلک داسې افت راولم چې په چيندخو به يې پټ کړم.</verse>
				<verse number="3">د نيل درياب به د بې‌شمېره چيندخو نه ډک وى. دا به ستا محل، ستا د څملاستو کوټې او کټ ته، ستا د درباريانو او د خلقو کورونو ته او ستاسو تنورونو او د اوړو ښانکونو ته به هم دروخېژى.</verse>
				<verse number="4">چيندخې به په تا، ستا په خلقو او ستا په ټولو درباريانو دروخېژى.“</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې خپله امسا د دريابونو، نِهرونو او ډنډونو دپاسه ونيسه او چيندخې به د مِصر په مُلک وروخېژوى.“</verse>
				<verse number="6">نو هارون دا د ټولو اوبو دپاسه ونيوله او چيندخې راوختلې او ټول مُلک يې پټ کړو.</verse>
				<verse number="7">خو جادوګرانو د جادو نه کار واخستلو او دوئ هم چيندخې جوړې کړې او د مِصر مُلک ته يې راوړې.</verse>
				<verse number="8">نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ته سوال وکړئ چې دا چيندخې لرې کړى، نو زۀ به ستاسو خلق تلو ته پرېږدم، نو چې دوئ به مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړى.“</verse>
				<verse number="9">موسىٰ ورته وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، تۀ صِرف وخت مقرر کړه چې زۀ ستا، ستا درباريانو او ستا د خلقو دپاره سوال وکړم، چې تۀ او ستاسو کورونه د چيندخو نه خلاص شى او د نيل درياب نه بغېر به هيچرته هم پاتې نۀ شى.“</verse>
				<verse number="10">فِرعون ورته ووئيل، ”سبا زما دپاره سوال وکړه.“ موسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ به هم دغسې وکړم لکه څنګه چې تا ووئيل نو بيا به تا ته پته ولګى چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په شان بل هيڅ څوک هم نشته.</verse>
				<verse number="11">تۀ، ستا درباريان او ستا خلق به د چيندخو نه خلاص شى او د نيل درياب نه غېر به هيچرته هم پاتې نۀ شى.“</verse>
				<verse number="12">بيا موسىٰ او هارون د فِرعون د دربار نه لاړل. چې کله موسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو چې هغه چيندخې لرې کړى کومې چې هغۀ په فِرعون راوستې وې،</verse>
				<verse number="13">نو مالِک خُدائ هم هغه شان وکړل چې څنګه موسىٰ فرمائيلى وُو او په کورونو، صحنونو او په پټو کښې چيندخې مړې شوې.</verse>
				<verse number="14">مِصريانو دا راغونډې کړې او لوئ ډېرى يې ترې جوړ کړل او ټول مُلک سخا بوئ کولو.</verse>
				<verse number="15">فِرعون چې کله دا وليدل چې خېر شو، نو هغۀ بيا خپل زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې زمکه په خپله امسا ووهه، نو د ټول مِصر د مُلک خاورې نه به ماشى جوړ شى.“</verse>
				<verse number="17">نو هارون زمکه په خپله امسا ووهله او د مِصر د مُلک د ټولې خاورې نه ماشى جوړ شول، چې ټول خلق او ځناور يې پټ کړل.</verse>
				<verse number="18">جادوګرانو هم زمکه ووهله چې د خپل جادو نه کار واخلى چې ماشى راولى، خو دوئ ناکام شول. نو ماشى په بنيادمو او ځناورو پورې انښتى وُو،</verse>
				<verse number="19">بيا جادوګرانو فِرعون ته ووئيل، ”دا د خُدائ پاک کار دے.“ خو د فِرعون زړۀ سخت وو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.</verse>
				<verse number="20">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سبا سحر وختى لاړ شه او د فِرعون سره مِلاو شه چې کله هغه درياب ته ځى، نو هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى.</verse>
				<verse number="21">کۀ تۀ زما خلق تلو ته پرې نۀ ږدې، نو زۀ به په تا، ستا په درباريانو او ستا په خلقو بې‌شمېره مچان نازل کړم، د مِصريانو کورونه به د مچانو نه ډک وى او زمکه به ورباندې پټه وى.</verse>
				<verse number="22">خو په هغه ورځ به زۀ د جشن علاقه بچ کړم، چرته چې زما خلق اوسيږى، نو هلته به مچان بېخى نۀ وى. زۀ چې داسې وکړم نو تا ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ، په دې مُلک کښې حاضر يم.</verse>
				<verse number="23">او زۀ به د خپلو خلقو او ستا د خلقو په مينځ کښې فرق راولم. دا نښه به سبا څرګنده شى.“</verse>
				<verse number="24">مالِک خُدائ هم داسې وکړل او بې‌شمېره مچان د فِرعون محل ته او د هغۀ د درباريانو کورونو ته راننوتل. د بې‌شمېره مچانو په وجه د مِصر ټول مُلک وران شو.</verse>
				<verse number="25">نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”لاړ شئ او هم په دې مُلک کښې خپل خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړئ.“</verse>
				<verse number="26">خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”داسې کول به ټيک نۀ وى، چې کوم ځناور مونږ قربانى کوُو او مونږ يې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کوُو د هغې په وجه به مِصريان نفرت کوى. کۀ د دې ځناورو د حلالولو په وجه مِصريان زمونږ نه نفرت وکړى نو چې چرته هغوئ مونږ ووينى، نو مونږ به سنګسار کړى.</verse>
				<verse number="27">مونږ به خامخا په صحرا کښې درې ورځې سفر کوُو چې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته په صحرا کښې قربانۍ پېش کړُو، لکه څنګه چې هغۀ مونږ له حُکم راکړے دے.“</verse>
				<verse number="28">نو فِرعون ووئيل، ”زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم چې مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته په صحرا کښې قربانۍ پېش کړئ، خو تاسو ډېر لرې مۀ ځئ. زما دپاره سوال وکړه.“</verse>
				<verse number="29">موسىٰ ورته وفرمائيل، ”چې څنګه زۀ لاړ شم، نو زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم چې سبا ستا، ستا د درباريانو او ستا د خلقو نه مچان لاړ شى. خو چې بيا تۀ مونږ له دوکه رانۀ کړې او چې خلق د تلو نه ايسار نۀ کړې چې مالِک خُدائ ته قربانۍ وکړى.“</verse>
				<verse number="30">موسىٰ د فِرعون د دربار نه لاړو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو،</verse>
				<verse number="31">نو مالِک خُدائ د موسىٰ سوال قبول کړو. مچان د فِرعون، د هغۀ د درباريانو او د هغۀ د خلقو نه لاړل، يو مچ هم پاتې نۀ شو.</verse>
				<verse number="32">خو دا ځل هم فِرعون زړۀ سخت کړو او بيا يې خلق تلو ته نۀ پرېښودل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له لاړ شه او ورته ووايه چې مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى، چې زما خلق تلو ته پرېږده چې زما عبادت وکړى.</verse>
				<verse number="2">خو کۀ تۀ اِنکار کوې او هغوئ بيا هم تلو ته نۀ پرېږدى،</verse>
				<verse number="3">نو ګوره، زۀ به ستا په ټولو ځناورو، ستا په آسونو، خرونو، اوښانو، څاروو، ګډو او چېلو سخته بيمارى درولېږم.</verse>
				<verse number="4">زۀ به د بنى اِسرائيلو او د مِصريانو د څاروو په مينځ کښې فرق راولم او د بنى اِسرائيلو يو څاروے به هم نۀ مرى.</verse>
				<verse number="5">ما مالِک خُدائ سبا وخت د دې کار کولو دپاره مقرر کړے دے.“</verse>
				<verse number="6">بله ورځ مالِک خُدائ هم هغسې وکړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو. د مِصريانو ټول څاروى مړۀ شول، خو د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو.</verse>
				<verse number="7">فِرعون تپوس وکړو چې څۀ شوى وُو او هغۀ ته ووئيلے شول چې د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو. خو د هغۀ زړۀ سخت وو او هغۀ به خلق تلو ته نۀ پرېښودل.</verse>
				<verse number="8">بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”د بټۍ نه يو څو لَپې ايرې راواخلئ، دا به موسىٰ د فِرعون په مخکښې د آسمان طرف ته لړه کړى.</verse>
				<verse number="9">دا به د دوړې په شان د مِصر په ټول مُلک کښې خورې شى او په هر ځائ کښې به دا دانې په خلقو او ځناورو راوخېژى.“</verse>
				<verse number="10">نو هغوئ ايرې راواخستلې او د فِرعون په مخکښې ودرېدل، موسىٰ دا د آسمان طرف ته لړه کړې، نو په خلقو او ځناورو باندې دانې راوختلې او سخا شوې.</verse>
				<verse number="11">جادوګران د دې قابل نۀ وُو چې د موسىٰ په مخکښې ولاړ وے، ځکه چې د نورو ټولو مِصريانو په شان دوئ هم په دانو پټ وُو.</verse>
				<verse number="12">خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.</verse>
				<verse number="13">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سحر وختى پاڅه او د فِرعون په مخکښې ودرېږه او هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى، چې زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى.</verse>
				<verse number="14">دا ځل به زۀ نۀ صِرف ستا درباريانو او ستا خلقو له سزا ورکوم، بلکې دغه شان تا له به هم سزا درکوم، نو تا ته به پته ولګى چې په ټوله دُنيا کښې زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته.</verse>
				<verse number="15">کۀ ما خپل لاس اوچت کړے وے او تۀ او ستا خلق مې په بيمارو وهلے وے، نو تاسو به د دُنيا نه ورک شوى وئ.</verse>
				<verse number="16">خو ما تۀ د دې دپاره بادشاه کړې چې خپل طاقت ستا په ذريعه څرګند کړم او چې زما نوم په ټوله دُنيا کښې خور شى.</verse>
				<verse number="17">خو تر اوسه پورې تۀ خپل ځان ته لوئ ګورې او زما خلق تلو ته نۀ پرېږدې.</verse>
				<verse number="18">ګوره، سبا دا وخت به زۀ ږلۍ ووروم، چې داسې ږلۍ به کله د مِصر په تاريخ کښې هم نۀ وى شوې.</verse>
				<verse number="19">اوس خپل څاروى راولئ او چې په پټو کښې ستاسو نور څۀ هم وى هغه محفوظ ځائ ته راوړئ. ږلۍ به په بهر پاتې خلقو او ځناورو باندې ووريږى او ټول به مړۀ شى.“</verse>
				<verse number="20">د فِرعون کوم درباريان چې د مالِک خُدائ د خبرې نه يرېدل نو هغوئ خپل نوکران او څاروى په منډه باندې کورونو ته بوتلل.</verse>
				<verse number="21">خو چا چې د مالِک خُدائ خبرو ته غوږ ونۀ نيولو نو هغوئ خپل نوکران او څاروى بهر په پټو کښې پرېښودل.</verse>
				<verse number="22">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس کښې امسا آسمان ته پورته کړه، نو د مِصر په ټول مُلک، خلقو، ځناورو او په پټو کښې په ټولو بوټو به ږلۍ ووريږى.“</verse>
				<verse number="23">نو موسىٰ خپله امسا آسمان ته پورته کړه او مالِک خُدائ تندر او ږلۍ راولېږله او برېښنا زمکه ووهله. مالِک خُدائ د ږلۍ يو لوئ طوفان او آسمانى بجلى راولېږله. د مِصر په ټول تاريخ کښې هم داسې خراب طوفان کله هم نۀ وو تېر شوے.</verse>
				<verse number="24"></verse>
				<verse number="25">د مِصر په مُلک کښې بهر ټول ځناور او خلق ږلۍ ووهل. ږلۍ په پټو کښې ټول بوټى وغورزول او ټولې ونې يې ماتې کړلې.</verse>
				<verse number="26">خو صِرف د جشن په علاقه کښې، چرته چې بنى اِسرائيل اوسېدل، هلته لږه ږلۍ هم نۀ وه ورېدلې.</verse>
				<verse number="27">فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”دا ځل زما نه ګناه شوې ده، مالِک خُدائ صادق دے او زۀ او زما خلق بدعمله يُو.</verse>
				<verse number="28">مالِک خُدائ ته سوال وکړه. نور مونږ دې ږلۍ او تندرونو ته نۀ شُو ټينګېدے. زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم، تاسو به دلته نور نۀ ايسارېږئ.“</verse>
				<verse number="29">موسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ چې څنګه د ښار نه لاړ شم، نو زۀ به د دُعا دپاره خپل لاسونه مالِک خُدائ ته پورته کړم. نو تندر به بس شى او نوره ږلۍ به نۀ وريږى، نو داسې به تا ته پته ولګى چې زمکه د مالِک خُدائ ده.</verse>
				<verse number="30">خو ما ته پته ده چې تۀ او ستا درباريان اوس هم د مالِک خُدائ، خُدائ پاک نه نۀ يرېږئ.“</verse>
				<verse number="31">سنډ او اوربشې تباه شول، ځکه چې اوربشې پخې وې او د سنډو بوټى غوټۍ شوى وُو.</verse>
				<verse number="32">خو د غنمو فصل خراب نۀ شو، ځکه چې دا وروستو پخيږى.</verse>
				<verse number="33">موسىٰ د فِرعون نه لاړو او د ښار نه بهر ووتلو او خپل لاسونه يې مالِک خُدائ ته پورته کړل. تندرونه، ږلۍ او باران هر څۀ ودرېدل.</verse>
				<verse number="34">چې کله فِرعون ته پته ولګېده چې طوفان ختم شو، نو هغۀ بيا ګناه وکړه. هغۀ او د هغۀ درباريانو خپل زړونه سخت کړل</verse>
				<verse number="35">او لکه چې څنګه مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه مخکښې فرمائيلى وُو، فِرعون بنى اِسرائيل تلو ته نۀ پرېښودل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له لاړ شه. ما د هغۀ او د هغۀ د درباريانو زړونه سخت کړى دى، چې زۀ په دوئ کښې خپلې دا معجزې څرګندې کړم</verse>
				<verse number="2">او چې تاسو خپلو زامنو او نمسو ته وئيلے شئ چې کله ما معجزې څرګندې کړې نو ما د مِصريانو نه څنګه کم عقل جوړ کړل. تاسو ټولو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
				<verse number="3">نو موسىٰ او هارون فِرعون له لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى چې، تۀ به تر کومې پورې زما د منلو نه اِنکار کوې؟ زما خلق تلو ته پرېږده، چې هغوئ زما عبادت وکړى.</verse>
				<verse number="4">کۀ تۀ هم دغه شان اِنکار کوې، نو ګوره، سبا به زۀ ستا مُلک ته د قحطۍ مُلخان درولېږم.</verse>
				<verse number="5">دا به دومره زيات وى چې د زمکې مخ به پټ کړى او هيڅ څوک به هم زمکه نۀ شى کتلے. دا به هغه هر څۀ وخورى کوم چې ږلۍ نۀ دى تباه کړى، دغه شان هغه ونې به هم وخورى چې بيا راشنې کيږى.</verse>
				<verse number="6">د قحطۍ مُولخانو نه به ستاسو کورونه، ستا د ټولو درباريانو او ستا د ټولو خلقو کورونه ډک شى. دا به د هغه هر څۀ نه بدتر وى چې کوم ستا پلار نيکۀ په تاريخ کښې ليدلى دى.“ بيا موسىٰ راوګرځېدو او د فِرعون نه لاړو.</verse>
				<verse number="7">د فِرعون درباريانو هغۀ ته ووئيل، ”دا سړے به تر کومې پورې مونږ له تکليف راکوى؟ دا خلق تلو ته پرېږده، نو چې دوئ د مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک عبادت وکړى. تا ته پته نۀ لګى چې مِصر تباه شو؟“</verse>
				<verse number="8">نو موسىٰ او هارون واپس فِرعون له راوستے شول، نو هغۀ دوئ ته ووئيل، ”تاسو لاړ شئ او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت وکړئ. خو څوک څوک به ځى؟“</verse>
				<verse number="9">نو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”مونږ به ټول سره د خپلو ځوانانو او زړو ځُو. مونږ به د ځان سره خپل زامن، لوڼه، ګډې، چېلۍ او خپل څاروى هم بوځُو، ځکه چې مونږ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې اختر کوُو.“</verse>
				<verse number="10">فِرعون ووئيل، ”زما دې په مالِک خُدائ قسم وى چې زۀ به تاسو هيڅکله نۀ پرېږدم چې خپلې ښځې او بچى هم بوځئ. ګورئ، تاسو د څۀ غلط کار منصوبه جوړَوئ.</verse>
				<verse number="11">نه، هيڅکله هم نه. کۀ تاسو د مالِک خُدائ عبادت کول غواړئ نو صِرف سړى تلے شى.“ نو موسىٰ او هارون د فِرعون د دربار نه وشړلے شول.</verse>
				<verse number="12">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس اوږد کړه چې د مِصر په مُلک د قحطۍ مُلخان راشى. چې د قحطۍ مُلخان راشى نو هر يو شين بوټے به وخورى، هر هغه څيز چې د ږلۍ نه بچ پاتې وى.“</verse>
				<verse number="13">نو موسىٰ خپله امسا اوږده کړه او مالِک خُدائ د نمرخاتۀ طرف نه په هغه مُلک باد راولېږلو چې په هغه ټوله شپه او ټوله ورځ وچلېدو. چې کله سحر شو نو دې باد د قحطۍ مُلخان راوړى وُو.</verse>
				<verse number="14">د قحطۍ دې مُولخانو د مِصر ټول مُلک نيولے وو. دا د قحطۍ د مُولخانو د ټولو نه غټ لښکر وو چې نۀ د دې نه مخکښې ليدلے شوے وو او نۀ به بيا کله وليدلے شى.</verse>
				<verse number="15">دوئ د زمکې ټول مخ پټ کړو چې د دوئ په وجه مُلک تک تور شو، دوئ هغه هر څۀ وخوړل کوم چې د ږلۍ نه پاتې وُو، سره د هغه مېوې چې په ونو کښې وې. د مِصر ټول مُلک په ونو او بوټو کښې هيڅ يو شين څيز پاتې نۀ شو.</verse>
				<verse number="16">نو فِرعون سمدستى موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”ما د مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک او ستاسو خِلاف ګناه کړې ده.</verse>
				<verse number="17">نو اوس دا يو ځل زما ګناه معاف کړه او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړه چې دا د مرګ افت زما نه لرې کړى.“</verse>
				<verse number="18">موسىٰ د فِرعون نه لاړو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو.</verse>
				<verse number="19">او مالِک خُدائ هغه د نمرخاتۀ باد په يو زورَور نمرپرېواتۀ باد بدل کړو، چې ټول د قحطۍ مُلخان يې اوچت کړل او بحرِقُلزم ته يې يوړل. د مِصر په مُلک کښې يو د قحطۍ مُلخ هم پاتې نۀ شو.</verse>
				<verse number="20">خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او بنى اِسرائيل يې تلو ته نۀ پرېښودل.</verse>
				<verse number="21">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس آسمان طرف ته اوږد کړه، نو د مِصر په ټول مُلک به تيارۀ راشى، داسې تکه توره تيارۀ چې چا ته به هيڅ هم نۀ ښکارى.“</verse>
				<verse number="22">موسىٰ خپل لاس آسمان طرف ته اوچت کړو او درې ورځې په ټول مِصر تکه توره تيارۀ وه.</verse>
				<verse number="23">مِصريانو تر درېو ورځو پورې يو بل نۀ شُو ليدلے او هيڅ څوک هم د خپل خپل ځائ نه ونۀ خوځېدل، خو چې په کوم ځائ کښې بنى اِسرائيل اوسېدل هلته رڼا وه.</verse>
				<verse number="24">فِرعون موسىٰ راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”تاسو لاړ شئ چې د مالِک خُدائ عبادت وکړئ، هم دغه شان ستاسو ښځې او بچى هم درسره تلے شى. خو ستاسو ګډې، چېلۍ او څاروى به خامخا دلته پاتې کيږى.“</verse>
				<verse number="25">خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ به مونږ له څاروى راکوې چې مونږ يې د قربانيانو او سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړُو.</verse>
				<verse number="26">مونږ به خپل څاروى د ځان سره بوځُو، يو څاروے به هم نۀ پاتې کيږى. مونږ به په خپله څاروى خوښوو چې دې سره د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت وکړُو. چې مونږ هلته رسېدلى نۀ يُو مونږ ته پته نۀ لګى چې د کومو څاروو قربانۍ هغۀ ته پېش کړُو.“</verse>
				<verse number="27">مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او دوئ يې تلو ته پرې نۀ ښودل.</verse>
				<verse number="28">هغۀ موسىٰ ته ووئيل، ”د مخې نه مې ورک شه. نور چې زما وړاندې رانۀ شې. په کومه ورځ چې زما مخې ته راغلې نو مړ به شې.“</verse>
				<verse number="29">موسىٰ ورته وفرمائيل، ”ټيک ده، تا ښۀ ووئيل، تۀ به بيا ما کله هم ونۀ وينې.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به د مِصر په فِرعون او د هغۀ په خلقو يو آخرى افت راولم. د هغې نه پس به هغه تاسو د دې ځائ نه تلو ته پرېږدى. په رښتيا سره، هغه به تاسو ټول د دې ځائ نه وباسى.</verse>
				<verse number="2">خلقو ته ووايه چې هر يو سړے د خپل ګاونډى نه او هره يوه ښځه به د خپلې ګاونډۍ نه د سپينو زرو او سرو زرو کالى وغواړى.“</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د مِصريانو په نظر کښې درانۀ کړى دى. د دې نه علاوه، په خپله موسىٰ هم د مِصر په مُلک کښې د فِرعون د درباريانو او د ټولو خلقو په مخکښې يو عزتمند سړے ګڼلے شو.</verse>
				<verse number="4">موسىٰ بيا فِرعون ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ فرمائى چې تقريباً په نيمه شپه به زۀ د مِصر نه تېر شم،</verse>
				<verse number="5">د مِصر په مُلک کښې هر يو مشر زوئ به مړ شى، د فِرعون د مشر زوئ نه واخله کوم چې په تخت کښېنى د وينځې تر هغه مشر زوئ پورې کوم چې مېچنې ته ناست وى، او د څاروو ټول وړومبى پېدا شوى بچى به هم مړۀ شى.</verse>
				<verse number="6">د مِصر په ټول مُلک کښې به داسې په زوره ژړا وى، چې نۀ به مخکښې کله شوې وى او نۀ به وشى.</verse>
				<verse number="7">خو چې چرته بنى اِسرائيل اوسيږى نو هلته به خېر وى، دوئ او د دوئ په څاروو پسې به يو سپے قدر هم ونۀ غپيږى. نو تا ته به پته ولګى چې زۀ، مالِک خُدائ د مِصريانو او بنى اِسرائيلو په مينځ کښې فرق راولم.“</verse>
				<verse number="8">موسىٰ خپله خبره د دې وئيلو سره ختمه کړه، ”ستا ټول درباريان به ما له راشى او زما په مخکښې به ټيټ شى او دوئ به زما مِنت وکړى چې خپل ټول خلق روان کړه او لاړ شه. د دې نه پس به زۀ لاړ شم.“ نو موسىٰ د قهره تک سور وو چې د فِرعون نه لاړو.</verse>
				<verse number="9">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون به ستا خبره ځکه وانۀ ورى، چې زۀ د مِصر په مُلک کښې نورې معجزې هم وکړم.“</verse>
				<verse number="10">موسىٰ او هارون د فِرعون په مخکښې دا ټولې معجزې وکړې، خو مالِک خُدائ به د فِرعون زړۀ سختولو او هغۀ به بنى اِسرائيل د هغۀ د مُلک نه تلو ته نۀ پرېښودل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې موسىٰ او هارون ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”دا مياشت به ستاسو دپاره د کال اولنۍ مياشت وى.</verse>
				<verse number="3">د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا ووايئ چې، د دې مياشتې په لسمه ورځ به هر سړے د خپل خاندان دپاره يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى.</verse>
				<verse number="4">او کۀ چرې د چا په خاندان کښې د ټول څاروى خوړلو والا کسان کم وى، نو هغه دې د خپل ګاونډى سره چې د هغۀ د کور په خوا کښې اوسيږى، په شريکه د کسانو د شمېر په مطابق ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى او هر يو کس ته دې د خوراک په مطابق حِصه مِلاو شى.</verse>
				<verse number="5">تاسو به يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړئ، خو دا دې خامخا د يو کال نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.</verse>
				<verse number="6">نو د دې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام، د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا څاروى حلال کړى.</verse>
				<verse number="7">خلق دې د هغه وينې نه لږه وينه واخلى او د دروازو په چوکاټونو او پاسنۍ درشل باندې دې ولګوى، د کورونو په هغه چوکاټونو چرته چې هغوئ دا څاروى خورى.</verse>
				<verse number="8">په هغه شپه دې غوښه په اور وريته کړے شى او د ترخو بوټو او د پتيرې روټۍ سره دې وخوړلے شى.</verse>
				<verse number="9">د دې څاروى نه څۀ کچه او يا يشېدلې څيز مۀ خورئ، بلکې دا ټول وريت کړئ او سره د سر، پښو او دنننى ټولو اندامونه يې وخورئ.</verse>
				<verse number="10">تر سحره پورې په دې کښې هيڅ هم باقى مۀ پرېږدئ، خو کۀ پاتې شى نو هغه وسوزوئ.</verse>
				<verse number="11">دا به تاسو زر زر خورئ، ځکه چې تاسو به د سفر دپاره ملا تړئ، ستاسو په پښو به پېزار وى او ستاسو په لاسونو کښې به امساګانې وى. دا زما يعنې د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر دے.</verse>
				<verse number="12">په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="13">په چوکاټونو د وينې نښه به ما ته هغه کورونه په نښه کوى چې تاسو په کښې اوسېږئ. چې کله زۀ مِصريان هلاکوم او زۀ دې وينې ته ګورم، نو د څۀ نقصان رسولو نه بغېر به ستاسو نه تېر شم.</verse>
				<verse number="14">تاسو په دې ورځ خامخا اختر کوئ چې تاسو ته هغه څۀ درياديږى چې ما مالِک خُدائ څۀ کړى دى. دغه اختر په راتلونکى وختونو کښې همېشه دپاره کوئ.“</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”تاسو به اووۀ ورځې خمبيره شوې پخه روټۍ نۀ خورئ، صِرف پتيره روټۍ به خورئ. په وړومبۍ ورځ به تاسو د خپلو کورونو نه ټوله خمبيره لرې کړئ، ځکه چې کۀ په دې اووۀ ورځو کښې څوک خمبيره شوې پخه روټۍ وخورى، نو هغه کس به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.</verse>
				<verse number="16">په وړومبۍ ورځ او بيا په اوومه ورځ به تاسو زما د عبادت دپاره يو ځائ کېږئ. په دغه ورځو کښې به بل يو کار هم نۀ کوئ خو د ځان دپاره صِرف خوراک تيارولے شئ.</verse>
				<verse number="17">د پتيرې روټۍ اختر کوئ، ځکه چې دا هغه ورځ ده چې ما تاسو د مِصر نه قبيله په قبيله راوويستلئ. تاسو به په راتلونکى وختونو کښې همېشه په دې ورځ اختر کوئ.</verse>
				<verse number="18">د وړومبۍ مياشتې د څوارلسمې ورځې د ماښام نه واخله د يويشتمې ورځې تر ماښامه پورې، خمبيره شوې روټۍ مۀ خورئ.</verse>
				<verse number="19">چې اووۀ ورځې ستاسو په کورونو کښې خمبيره پېدا نۀ شى، کۀ څوک هم خمبيره روټۍ وخورى کۀ هغه د دې مُلک وى يا مسافر وى، نو هغه کس به نور د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.“</verse>
				<verse number="20"></verse>
				<verse number="21">موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول مشران راوغوښتل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”په تاسو کښې دې هر يو کس يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړى او حلال يې کړئ، نو چې ستاسو خاندان د فسحې اختر وکړى.</verse>
				<verse number="22">د وېلنى يوه ګېډۍ راواخلئ، دا د وينې په لوښى کښې ډُوبه کړئ او دا وينه د خپلو کورونو د دروازو په چوکاټونو او په پاسنو دُرشلو باندې ولګوئ. په تاسو کښې دې يو کس هم د خپل کور نه تر سحره پورې نۀ وځى.</verse>
				<verse number="23">چې کله مالِک خُدائ د مِصر نه تېريږى او مِصريان هلاکوى، نو هغه به د دروازو په چوکاټونو او پاسنو دُرشلو باندې هغه وينه وګورى او د مرګ فرښته به ستاسو کورونو ته پرې نۀ ږدى چې راننوځى او تاسو ووژنى.</verse>
				<verse number="24">تاسو او ستاسو اولاد به خامخا همېشه دپاره دا اصُول منئ.</verse>
				<verse number="25">چې کله تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ د هغې درکولو وعده کړې ده، نو تاسو دا اختر هر کال کوئ.</verse>
				<verse number="26">چې ستاسو اولاد ستاسو نه تپوس کوى چې، د دې اختر څۀ مطلب دے؟</verse>
				<verse number="27">تاسو به ورته وايئ چې دا د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر قربانى ده، ځکه چې هغه په مِصر کښې د بنى اِسرائيلو د کورونو دپاسه تېر شو. هغۀ مِصريان هلاک کړل، خو مونږ يې بچ کړُو.“ بنى اِسرائيلو خپل سرونه ټيټ کړل او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو.</verse>
				<verse number="28">بيا بنى اِسرائيل لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="29">په نيمه شپه کښې مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې ټول وړومبى پېدا شوى زامن ووژل، د فِرعون د زوئ نه واخله کوم چې په تخت کښېناستو، د هغه قېدى د زوئ پورې چې په قېدخانې کښې وو، د څاروو ټول وړومبى پېدا شوى بچى هم ووژلے شول.</verse>
				<verse number="30">په هغه شپه فِرعون، د هغۀ درباريان او نور ټول مِصريان راويښ شول. په ټول مِصر کښې په چغو چغو ژړا کېدله، ځکه چې يو کور هم داسې نۀ وو چې مړے په کښې نۀ وو شوے.</verse>
				<verse number="31">هم په هغه شپه بادشاه موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”تاسو دواړه او ټول بنى اِسرائيل پاڅئ. زما د مُلک نه ووځئ، لکه څنګه چې تاسو وئيل، نو لاړ شئ او د مالِک خُدائ عبادت وکړئ.</verse>
				<verse number="32">خپلې ګډې، چېلۍ او څاروى د ځان سره بوځئ او لاړ شئ. او زما د برکت دپاره هم دُعا وکړئ.“</verse>
				<verse number="33">مِصريانو په بنى اِسرائيلو زور راوړو چې زر زر د هغه مُلک نه ووځى، دوئ ووئيل، ”کۀ تاسو لاړ نۀ شئ نو مونږ به ټول مړۀ شُو.“</verse>
				<verse number="34">نو خلقو د پتيرې پېړو ښانکونه ډک کړل او په څادرو کښې يې وتړل او د ځان سره يې يوړل.</verse>
				<verse number="35">بنى اِسرائيلو هم هغسې کړى وُو چې څنګه موسىٰ ورته فرمائيلى وُو او د مِصريانو نه يې د سرو زرو او سپينو زرو کالى او جامې غوښتلى وُو.</verse>
				<verse number="36">مالِک خُدائ په مِصريانو د دې خلقو قدر وکړو او چې دوئ څۀ غوښتل هغوئ ورکړل. نو داسې بنى اِسرائيلو د مِصريانو دولت لوټ کړو.</verse>
				<verse number="37">بنى اِسرائيلو د رعمسيس نه سُکات پورې پېدل مزل وکړو. د ښځو او ماشومانو نه بغېر دا تقريباً شپږ لاکه سړى وُو.</verse>
				<verse number="38">سره د ډېرو ګډو، چېلو او څاروو، نور هم ډېر خلق ورسره لاړل.</verse>
				<verse number="39">دوئ د هغه پېړو نه پتيره روټۍ پخې کړې چې کومې يې د مِصر نه ځان سره راوړې وې، ځکه چې دوئ د مِصر نه ناڅاپى ويستلے شوى وُو چې دومره وخت ورته مِلاو نۀ شو چې د ځان دپاره خمبيره روټۍ يا نور خوراک تيار کړى.</verse>
				<verse number="40">بنى اِسرائيل په مِصر کښې څلور سوه دېرش کاله اوسېدل.</verse>
				<verse number="41">هم په هغه ورځ څلور سوه دېرش کاله پوره شول، چې د مالِک خُدائ د خلقو ټولې قبيلې د مِصر نه ووتلې.</verse>
				<verse number="42">دا هغه شپه وه چې د مالِک خُدائ په دوئ نظر وو چې کله يې دوئ د مِصر نه راوويستل، نو دغه شپه به د همېشه دپاره مالِک خُدائ ته وقف وى نو ټول بنى اِسرائيل به په هم دې وجه په راتلونکى وخت کښې په دې شپه بېدار اوسيږى.</verse>
				<verse number="43">مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”دا د فسحې د اختر اصُول دى. د بل مُلک يو کس به هم د فسحې اختر خوراک نۀ خورى،</verse>
				<verse number="44">خو چې کوم غلام تاسو په بيعه اخستے وى دا خوراک خوړلے شى خو تاسو به مخکښې هغه سنت کوئ.</verse>
				<verse number="45">مسافر يا مزدور به دا نۀ شى خوړلے.</verse>
				<verse number="46">دا ټول خوراک به په هغه کور کښې خوړلے شى چې په کوم کښې دا تيار شوے وى، چې غوښه بهر راونۀ باسئ او چې يو هډُوکے هم مات نۀ کړئ.</verse>
				<verse number="47">د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا اختر کوى،</verse>
				<verse number="48">خو چې کوم سړے سنت شوے نۀ وى هغه به دا نۀ خورى. کۀ په تاسو کښې د بل مُلک څوک اوسيږى او د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر کول غواړى، نو اول به خامخا د هغۀ د کور ټول نران سنت کولے شى. بيا به هغه د يو پېدائشى بنى اِسرائيلى په شان ګڼلے شى او په دې اختر کښې تاسو سره برخه اخستے شى.</verse>
				<verse number="49">د هغه مُلک او د بل مُلک خلقو دپاره به يو شان قانون وى کوم چې ستاسو سره اوسيږى.“</verse>
				<verse number="50">ټولو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه او هم هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="51">هم په هغه ورځ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر د مُلک نه راوويستلې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”ټول وړومبى پېدا شوى نران ما ته وقف کړه. د هرې بنى اِسرائيلۍ ښځې مشر ماشوم او هر يو وړومبے نر څاروے زما دے.“</verse>
				<verse number="3">موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”دا ورځ ياده ساتئ، په کومه ورځ چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ، دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ تاسو د خپل لوئ طاقت سره راوويستلئ، خمبيره روټۍ به نۀ خورئ.</verse>
				<verse number="4">د وړومبۍ مياشتې په دې ورځ چې د ابيب مياشت ده تاسو د مِصر نه روان يئ.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ سره پوخ لوظ کړے دے چې تاسو له به د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک درکوى. چې کله تاسو هغه زرخېز مُلک ته بوځى، نو د کال په وړومبۍ مياشت کښې دا اختر کوئ.</verse>
				<verse number="6">اووۀ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ او په اوومه ورځ د مالِک خُدائ د درناوى دپاره اختر وکړئ.</verse>
				<verse number="7">اووۀ ورځې به تاسو خمبيره روټۍ نۀ خورئ، چې خمبيره روټۍ هيچرته هم ستاسو په مُلک کښې پېدا نۀ شى.</verse>
				<verse number="8">چې کله اختر شروع کيږى، خپلو زامنو ته ووايئ چې دا هر څۀ تاسو ځکه کوئ چې کله تاسو د مِصر نه تلئ نو مالِک خُدائ ستاسو دپاره څۀ کړى وُو.</verse>
				<verse number="9">چې کله تاسو دا اختر کوئ نو دا به تاسو ته هغه څۀ داسې دريادوى لکه چې يوه نښه تاسو په خپل لاس يا تندى تړلى وى، نو د دې دپاره چې د مالِک خُدائ کلام ستاسو په ژبه وى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل لوئ طاقت سره تاسو د مِصر نه راوويستلئ.</verse>
				<verse number="10">نو تاسو هر کال دا اختر په خپل مقرر وخت کوئ.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ به تاسو د کنعانيانو مُلک ته راولى، د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ له د ورکولو پوخ لوظ کړے دے. چې کله هغه مُلک تاسو له درکړى،</verse>
				<verse number="12">نو تاسو خامخا هر وړومبے پېدا شوے نر مالِک خُدائ ته پېش کوئ. ستاسو هر يو وړومبے پېدا شوے نر څاروے به د مالِک خُدائ وى،</verse>
				<verse number="13">خو تاسو به د هغۀ نه هر يو نر خر واپس اخلئ او د هغۀ په بدل کښې به يو ګډُورے پېش کوئ. خو کۀ تاسو هغه خر واپس اخستل نۀ غواړئ، نو څټ يې مات کړئ. تاسو به هر يو خپل وړومبے پېدا شوے نر بچے په بدل کښې خامخا واپس اخلئ.</verse>
				<verse number="14">په راتلونکى وخت کښې چې کله ستاسو زامن تپوس کوى چې د دې رسمونو څۀ مطلب دے، نو تاسو به ورته وايئ چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو، چې هلته مونږ غلامان وُو.</verse>
				<verse number="15">چې کله د مِصر فِرعون خپل زړۀ سخت کړو او مونږ يې تلو ته نۀ پرېښودلو، نو مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې هر يو وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان ووژلو. نو دا ځکه مونږ هر يو نر څاروے مالِک خُدائ ته قربانى کوُو او خپل وړومبى پېدا شوى زامن په بدل کښې واپس اخلو.</verse>
				<verse number="16">دا اختر به يو يادګار وى، داسې لکه چې مونږ يوه نښه په خپل لاس يا تندى باندې تړلې وى، دا به مونږ ته هغه څۀ رايادوى چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو.“</verse>
				<verse number="17">چې کله د مِصر فِرعون خلق تلو ته پرېښودل، نو خُدائ پاک دوئ په هغه لار بونۀ تلل کومه چې د درياب په غاړه د فلستيانو علاقې ته تلې وه، اګر چې دا لار لنډه وه. خُدائ پاک وفرمائيل، ”زۀ دا نۀ غواړم چې دا خلق پښېمانه شى او مِصر ته راواپس شى چې هغوئ ته دا پته ولګى چې په هغوئ جنګ راروان دے.“</verse>
				<verse number="18">نو هغۀ دا خلق د صحرا په کږه وږه لار د بحرِقُلزم په طرف بوتلل. بنى اِسرائيلو د جنګ دپاره قطارونه جوړ کړى وُو.</verse>
				<verse number="19">موسىٰ د يوسف هډُوکى د خپل ځان سره يوړل، لکه څنګه چې يوسف د بنى اِسرائيلو نه د دې د وړلو پوخ لوظ اخستے وو. يوسف فرمائيلى وُو، ”خُدائ پاک به په رښتيا سره ستاسو مدد له راشى، نو بيا تاسو خامخا زما هډُوکى د دې ځائ نه د خپل ځان سره يوسئ.“</verse>
				<verse number="20">بنى اِسرائيل د سُکات نه لاړل او د صحرا په غاړه ايتام کښې يې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="21">د ورځې به مالِک خُدائ د وريځې په ستن کښې د لار ښودلو دپاره د دوئ نه مخکښې تلو او د شپې د اور په ستن کښې مخکښې تلو چې دوئ ته رڼا وى او چې دوئ د شپې، ورځې مزل کوى.</verse>
				<verse number="22">د ورځې به هر وخت د وريځې ستن د خلقو نه مخکښې وه او د شپې به د اور ستن د هغوئ نه مخکښې وه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې واپس راوګرځى او فى‌هخيروت ته مخامخ، د مجدال او د درياب په مينځ کښې بعل‌صفون ته نزدې خېمې ولګوى.</verse>
				<verse number="3">د فِرعون به دا خيال وى چې بنى اِسرائيل په مُلک کښې سرګردانه ګرځى او په صحرا کښې راګېر دى.</verse>
				<verse number="4">زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم او هغه به په دوئ پسې وى، خو زۀ به د فِرعون او د هغۀ په ټول لښکر فتح ومومم نو داسې به زما عزت وشى، او مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ نو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه.</verse>
				<verse number="5">چې کله فِرعون خبر شو چې بنى اِسرائيل تښتېدلى دى، نو هغۀ او د هغۀ درباريانو خپلې ارادې بدلې کړې او وې وئيل، ”مونږ دا څۀ کړى دى؟ مونږ بنى اِسرائيل تښتېدلو ته پرېښودل، زمونږ غلامان زمونږ د لاس نه لاړل.“</verse>
				<verse number="6">نو فِرعون خپلې جنګى ګاډۍ تيارې کړې او خپل لښکر يې د ځان سره روان کړو.</verse>
				<verse number="7">هغه د خپلو ټولو جنګى ګاډو سره روان شو، شپږ سوه په کښې ښې ښې جنګى ګاډۍ وې چې آفسران ورسره وُو.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او هغه په بنى اِسرائيلو پسې روان شو نو بنى اِسرائيل زړَور روان وُو.</verse>
				<verse number="9">د مِصريانو لښکر، سره د ټولو آسونو، جنګى ګاډو او په آسونو سوارۀ کسان په دوئ پسې وُو او هلته ور ورسېدل چرته يې د درياب سره فى‌هخيروت او بعل‌صفون ته نزدې خېمې لګولې وې.</verse>
				<verse number="10">چې څنګه فِرعون ورلنډ شو، نو بنى اِسرائيلو وکتل، او وې ليدل چې مِصريان په دوئ پسې راروان وُو. بنى اِسرائيل ډېر سخت ويرېدل او مالِک خُدائ ته يې فرياد وکړو.</verse>
				<verse number="11">دوئ موسىٰ ته ووئيل، ”په مِصر کښې اديرې نۀ وې څۀ چې تا دې صحرا ته د مړ کېدو دپاره راوستلى يُو؟ ګوره، دا تا څۀ کړى دى چې مونږ دې د مِصر نه راوويستلو.</verse>
				<verse number="12">مونږ تا ته مخکښې په مِصر کښې نۀ وُو وئيلى چې داسې به کيږى؟ مونږ تا ته وئيلى وُو چې مونږ پرېږده چې د مِصريانو غلامى کوُو. چې په دې صحرا کښې د مړۀ کېدو نه به ښۀ وى چې مونږ د مِصريانو غلامى کولے.“</verse>
				<verse number="13">موسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”يرېږئ مه. کلک شئ،او تاسو به وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو د بچ کولو دپاره نن څۀ کوى، ځکه چې نن تاسو کوم مِصريان وينئ هغوئ به هيڅکله هم بيا ونۀ وينئ.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ به ستاسو دپاره جګړه وکړى، تاسو غلى کښېنئ.“</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ ولې ما ته ژاړې؟ بنى اِسرائيلو ته ووايه چې وړاندې لاړ شى.</verse>
				<verse number="16">خپله امسا پورته کړه او د درياب دپاسه يې ونيسه. اوبۀ به په مينځ بېلې شى او بنى اِسرائيل به د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه پورې وځى.</verse>
				<verse number="17">زۀ به د مِصريانو زړونه دومره سخت کړم چې هغوئ به په تاسو پسې درشى، نو په فِرعون، د هغۀ په لښکر، جنګى ګاډو او د هغۀ په آسونو سوارو کسانو فتح موندلو په وجه به زما عزت وشى.</verse>
				<verse number="18">چې کله زۀ هغوئ له ماتے ورکړم، نو مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
				<verse number="19">د مالِک خُدائ فرښته، کومه چې د بنى اِسرائيلو د لښکر نه مخکښې روانه وه، اوس د دوئ شاته لاړه. د وريځې ستن هم حرکت وکړو تر دې پورې</verse>
				<verse number="20">چې د مِصريانو او بنى اِسرائيلو په مينځ کښې شوه. وريځې به مِصريانو ته تيارۀ جوړوله، خو د بنى اِسرائيلو لښکر ته به يې رڼا راوستله، نو دا لښکرې په ټوله شپه کښې يو بل ته نزدې نۀ شوې راتلے.</verse>
				<verse number="21">نو موسىٰ د درياب دپاسه خپل لاس اوږد کړو او مالِک خُدائ د نمرخاتۀ په زورَوره هوا درياب وروستو بوتلو. هوا ټوله شپه وچلېدله او درياب يې په اوچه زمکه بدل کړو. اوبۀ په مينځ بېلې شوې،</verse>
				<verse number="22">او بنى اِسرائيل په اوچه زمکه د درياب نه پورې وتل، د دوئ ښى او ګس طرف ته د اوبو دېوالونه وُو.</verse>
				<verse number="23">مِصريان ورپسې وُو او د خپلو ټولو آسونو، جنګى ګاډو او په آسونو سوارو کسانو سره په دوئ پسې درياب ته ورکوز شول.</verse>
				<verse number="24">د سحر د رڼا نه مخکښې مالِک خُدائ د اور او وريځې ستن نه لاندې د مِصريانو لښکر ته وکتل او هغوئ يې د وارخطايۍ په وجه تښتېدو ته جوړ کړل.</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ د هغوئ د جنګى ګاډو پايې ونښلولې، نو چې هغه په سختۍ سره چلېدلې. مِصريانو ووئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ خِلاف د بنى اِسرائيلو دپاره جګړه کوى. راځئ چې د بنى اِسرائيلو نه وتښتُو.“</verse>
				<verse number="26">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس د درياب دپاسه اوږد کړه، نو اوبۀ به په مِصريانو، د هغوئ په جنګى ګاډو او په آسونو سوارو کسانو واپس راشى.“</verse>
				<verse number="27">نو موسىٰ خپل لاس د درياب دپاسه اوږد کړو او د سحر د رڼا په وخت اوبۀ خپل صحيح ځائ له واپس راغلې. مِصريانو د اوبو نه د تښتېدو کوشش وکړو، خو مالِک خُدائ هغوئ د درياب مينځ ته ورګزار کړل.</verse>
				<verse number="28">اوبۀ واپس راغلې او جنګى ګاډۍ، په آسونو سوارۀ کسان او د مِصريانو ټول لښکر اوبو ډُوب کړو کوم چې د درياب پورې په بنى اِسرائيلو پسې وُو، او يو هم پکښې بچ پاتې نۀ شو.</verse>
				<verse number="29">خو بنى اِسرائيل په اوچه زمکه د درياب نه پورې وتل او د دوئ ښى او ګس طرف ته د اوبو دېوالونه وُو.</verse>
				<verse number="30">نو، په هغه ورځ مالِک خُدائ بنى اِسرائيل د مِصريانو د زور نه بچ کړل او بنى اِسرائيلو هغوئ وليدل چې د درياب په غاړه مړۀ پراتۀ وُو.</verse>
				<verse number="31">چې کله بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ هغه لوئ قُدرت وليدو کوم چې هغۀ د مِصريانو خِلاف ښودلے وو، نو دوئ د مالِک خُدائ نه ويرېدل، او په مالِک خُدائ او د هغۀ په خِدمت کوونکى موسىٰ يې ايمان راوړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">بيا موسىٰ او بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته دا حمد‌و‌ثناء ووئيله، ”زۀ به مالِک خُدائ دپاره حمد‌و‌ثناء ووايم، ځکه چې هغۀ د جلال نه ډکه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ زما طاقت دے او زما حمد‌و‌ثناء د هغۀ دپاره ده، او هغه ذات دے چې زۀ يې بچ کړے يم، هغه زما خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ ثناء وايم، هغه زما د پلار خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ لوئى بيان کړم.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ د جنګيالى په شان دے، د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے.</verse>
				<verse number="4">هغۀ درياب کښې د فِرعون جنګى ګاډۍ او لښکر ډُوب کړو د هغۀ ښۀ ښۀ مشران په بحرِقُلزم کښې ډُوب شول.</verse>
				<verse number="5">ژور درياب هغوئ ډُوب کړل، هغوئ د کاڼى په شان لاندې بېخ ته لاړل.</verse>
				<verse number="6">مالِکه خُدايه، ستا په ښى لاس کښې د جلال نه ډک طاقت شته، مالِکه خُدايه، ستا ښے لاس دشمنان ټوټې ټوټې کوى.</verse>
				<verse number="7">د خپل لوئ جلال سره تا خپل دشمنان د پښو لاندې کړل، تا د اور په شان خپل قهر ورولېږلو او هغوئ دې د بوسو په شان وسوزول.</verse>
				<verse number="8">تا درياب پو کړو او اوبۀ اوچتې راغونډې شوې، سېلابونه د دېوال په شان نېغ ودرېدل، او د درياب په بېخ کښې اوبۀ کلکې شوې.</verse>
				<verse number="9">دشمن لافې وهلې، چې زۀ به په هغوئ پسې يم او زۀ به ورورسېږم، زۀ به د هغوئ غنيمت ووېشم او خپل ځان به په دې ښۀ موړ کړم. زۀ به خپله تُوره راوباسم او زۀ به هغوئ تباه کړم.</verse>
				<verse number="10">خو تا پوکے ورکړو او درياب هغوئ ډُوب کړل، مِصريان په زورَورو اوبو کښې د سيکې په شان ډُوب شول.</verse>
				<verse number="11">اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.</verse>
				<verse number="12">تا خپل ښے لاس اوږد کړو، نو زمکې زمونږ دشمنان ژوندى تېر کړل.</verse>
				<verse number="13">تۀ په خپله وعده ولاړ وې او تا هغه خلقو ته لار ښودله کوم چې تا بچ کړى دى، تۀ به په خپل طاقت سره هغوئ، تر خپل مقدس ځائ پورې ورسوې.</verse>
				<verse number="14">قومونو واورېدل او په لړزان شول، فلستيان په دردونو آخته شول.</verse>
				<verse number="15">د ادوم مشران ويرېدل، د موآب مشران په لړزان آخته شول، د کنعان ټولو اوسېدونکو خپله حوصله بائيلله.</verse>
				<verse number="16">سخته يره او هيبت په هغوئ باندې پرېوتو، هغوئ ستا د لاس طاقت وليدو او هغوئ د تيږې په شان غلى شول، تر دې پورې مالِکه خُدايه، چې ستا قوم تېر شولو، چې هغه خلق تېر شول کوم چې تا بچ کول.</verse>
				<verse number="17">تۀ به خپل خلق دننه راولې او هغوئ به په خپل غرۀ آبادوې، هغه ځائ اے مالِکه خُدايه، چې تا د خپل ځان دپاره خوښ کړے دے، هغه پاک ځائ ته، اے مالِکه خُدايه، چې تا په خپله ودان کړے دے.</verse>
				<verse number="18">مالِک خُدائ به تل تر تله بادشاهى کوى.“</verse>
				<verse number="19">چې کله د فِرعون آسونه، د هغۀ جنګى ګاډۍ او د هغۀ په آسونو سوارۀ کسان درياب ته ورکوز شول، مالِک خُدائ د درياب اوبۀ واپس په هغوئ باندې راوستلې، خو بنى اِسرائيل د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه تېر شول.</verse>
				<verse number="20">بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې.</verse>
				<verse number="21">نو مريم هغوئ ته دا حمد‌و‌ثناء ووئيله، ”مالِک خُدائ ته حمد‌و‌ثناء ووايئ، ځکه چې هغۀ لويه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.“</verse>
				<verse number="22">بيا موسىٰ بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړو چې د بحرِقُلزم نه روان شى، نو دوئ د شور صحرا ته لاړل. دوئ په صحرا کښې درې ورځې مزل وکړو خو اوبۀ يې ونۀ موندلې.</verse>
				<verse number="23">چې کله دوئ ماره ته راغلل، نو دوئ د ماره اوبۀ نۀ شوې څښلے ځکه چې د دې ځائ اوبۀ ترخې وې. نو د دې ځائ نوم ماره اېښودلے شوے وو.</verse>
				<verse number="24">نو خلق موسىٰ ته وغورېدل او ورته يې ووئيل، ”مونږ به څۀ څښو؟“</verse>
				<verse number="25">موسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته د لرګى يوه ټُکړه وښودله، هغۀ دا اوبو ته وغورزوله او اوبۀ خوږې شوې. مالِک خُدائ هلته د هغوئ دپاره حُکمونه او يو قانون جوړ کړو او هلته يې په هغوئ آزمېښت وکړو.</verse>
				<verse number="26">ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“</verse>
				<verse number="27">بيا دوئ ايليم ته راغلل، چې هلته د اوبو دولس چينې او د کجورو اويا ونې وې، او هلته هغوئ د اوبو په خوا خېمې ولګولې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">د بنى اِسرائيلو ټول قوم د ايليم نه په سفر روان شو او د دوېمې مياشتې په پينځلسمه ورځ دوئ د صين بيابان ته راغلل، دا د هغوئ د مِصر نه د راوتلو نه پس وُو، کوم چې د ايليم او سينا په مينځ کښې دے.</verse>
				<verse number="2">هلته په بيابان کښې دوئ ټول د موسىٰ او هارون خِلاف وغورېدل</verse>
				<verse number="3">او بنى اِسرائيلو هغوئ ته ووئيل، ”کاش چې مونږ مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې وژلى وے. هلته د غوښې لوښو ته کښېناستے خو شُو کنه چې مونږ په مړه خېټه روټۍ خوړلے. تاسو مونږ دلته دې بيابان ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دا ټول خلق د لوږې نه ووژنئ.“</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ګوره، اوس به زۀ ستاسو ټولو دپاره د آسمان نه يو خوراک د باران په شان ووروم. دا خلق دې هره ورځ بهر ځى او د ځان دپاره دې هم هغه هومره راټولوى چې بس يې وى. نو داسې به زۀ دوئ معلوم کړم چې زما په کلام عمل کوى او کۀ نه.</verse>
				<verse number="5">خو په شپږمه ورځ به دوئ د هغې يو په دوه راوړى چې څومره هره ورځ راټولوى او پخوى يې.“</verse>
				<verse number="6">نو موسىٰ او هارون ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو ته به نن ماښام پته ولګى چې هغه مالِک خُدائ وو چا چې د مِصر نه راوويستلئ.</verse>
				<verse number="7">په سحر کښې به تاسو د مالِک خُدائ جلال ووينئ. مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ.“</verse>
				<verse number="8">بيا موسىٰ وفرمائيل، ”هغه به مالِک خُدائ وى چې په ماښام کښې تاسو له د خوړلو دپاره غوښه درکړى او په سحر کښې په مړه خېټه روټۍ درکړى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ هم نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف غورېږئ.“</verse>
				<verse number="9">موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته ووايه چې راشى او د مالِک خُدائ په حضور کښې ودريږى، ځکه چې مالِک خُدائ د دوئ غورېدل اورېدلى دى.“</verse>
				<verse number="10">چې هارون څنګه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا خبره وکړه او چې هغوئ بيابان ته وکتل، ناڅاپى د مالِک خُدائ جلال په وريځو کښې راښکاره شو.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="12">”ما د بنى اِسرائيلو غورېدل اورېدلى دى. هغوئ ته ووايه چې په ماښام کښې به هغوئ ته د خوړلو دپاره غوښه مِلاو شى او سحر کښې به په روټۍ ماړۀ شى. نو هغوئ ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک يم.“</verse>
				<verse number="13">په ماښام کښې د مړَزانو يو لوئ سېل راغلو او چرته چې خېمې وې هلته کښېناستو او په سحر کښې د خېمو ګېرچاپېره پرخه ورېدلې وه.</verse>
				<verse number="14">چې کله پرخه اوچه شوه، نو د بيابان مخ په وړو وړو سپينو څيزونو باندې پټ شولو.</verse>
				<verse number="15">چې کله بنى اِسرائيلو دا وليدل، نو هغوئ نۀ پېژندل چې دا څۀ شے دے او د يو بل نه يې تپوسونه کول، ”دا څۀ دى؟“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”دا هغه روټۍ ده چې مالِک خُدائ تاسو له د خوړلو دپاره درکړې ده.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې ستاسو هر يو کس به دومره راټولوى چې څومره خوړلے شى، تقريباً دوه کلو د خپل خاندان د هر يو کس دپاره.“</verse>
				<verse number="17">بنى اِسرائيلو هم دغه شان وکړل، چا ډېره او چا لږه راټوله کړه.</verse>
				<verse number="18">چې کله دوئ اندازه واخستله، چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغۀ سره ډېره زياته نۀ وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغۀ سره کمه نۀ وه. هر يو کس د خپل ضرورت په مطابق راټوله کړې وه.</verse>
				<verse number="19">موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”تر سحره پورې به هيڅ څوک هم په دې کښې څۀ نۀ پرېږدى.“</verse>
				<verse number="20">خو بعضې کسانو د موسىٰ خبره وانۀ ورېدله او لږه يې ترې نه پرېښوده. او بل سحر په کښې چينجى شوى وُو او سخا بوئ ترې نه تلو، نو موسىٰ دوئ ته په قهر شو.</verse>
				<verse number="21">هر سحر هر يو کس به د خپل ضرورت په مطابق راټولوله، او چې نمر به ګرم شو، نو څۀ هم چې په زمکه پاتې وُو نو هغه به ويلى شول.</verse>
				<verse number="22">په شپږمه ورځ دوئ يو په دوه روټۍ راټوله کړه، څلور کلو د هر يو کس دپاره. د قوم ټول مشران راغلل او موسىٰ ته يې د دې په حقله ووئيل،</verse>
				<verse number="23">نو هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې سبا د سبت مقدسه د آرام ورځ ده کومه چې مالِک خُدائ ته وقف ده، چې تاسو څۀ پخول غواړئ هغه نن پاخۀ کړئ او چې څۀ يشول غواړئ نو وې يشوئ. چې څۀ پاتې شى نو هغه د سبا دپاره پرېږدئ.“</verse>
				<verse number="24">چې څنګه موسىٰ حُکم کړے وو، چې څۀ پاتې وه نو هغه يې د بلې ورځې پورې پرېښودله، او دا سخا نۀ شوه او نۀ په کښې چينجى وشول.</verse>
				<verse number="25">موسىٰ وفرمائيل، ”دا نن وخورئ، ځکه چې نن د سبت يعنې د آرام ورځ ده، دا ورځ مالِک خُدائ ته وقف شوې ده او تاسو به بهر په زمکه هيڅ هم ونۀ مومئ.</verse>
				<verse number="26">تاسو به شپږ ورځې خوراک راټولوئ، خو اوومه ورځ د سبت ورځ ده، هيڅ خوراک به په کښې نۀ وى چې تاسو يې راټول کړئ.“</verse>
				<verse number="27">په اوومه ورځ څۀ خلق د خوراک راټولولو دپاره بهر لاړل، خو هغوئ هيڅ هم ونۀ موندل.</verse>
				<verse number="28">نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تر کومې پورې به تاسو زما حُکمونه او شريعت ماتوئ؟</verse>
				<verse number="29">ياد ساتئ چې ما مالِک خُدائ، تاسو له د سبت ورځ درکړې ده، نو په شپږمه ورځ به زۀ د همېشه دپاره تاسو له د دوو ورځو خوراک هم درکوم. په اوومه ورځ هر يو کس چې چرته هم وى هلته به ايساريږى او د خپل کور نه به بهر نۀ وځى.“</verse>
				<verse number="30">نو هغوئ په اوومه ورځ آرام وکړو.</verse>
				<verse number="31">د بنى اِسرائيلو قوم په دې خوراک من نوم کېښودو. دا د دڼيا د تخم په شان واړۀ وُو او رنګ يې سپين وو او خوند يې داسې وو لکه روټۍ چې په شاتو کښې پخه شوې وى.</verse>
				<verse number="32">موسىٰ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې تاسو څۀ من د خپلو نسلونو دپاره وساتئ، نو هغوئ به دا روټۍ وګورى کومه چې هغۀ مونږ له په بيابان کښې د خوړلو دپاره راکړې ده کله چې هغۀ مونږ د مِصر مُلک نه راوويستلو.“</verse>
				<verse number="33">موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”يو لوښے واخله او د دوه کلو برابر من په کښې واچوه او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې کېږده چې زمونږ د راتلونکو نسلونو دپاره وساتلے شى.“</verse>
				<verse number="34">چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو، هارون هغه د لوظ صندوق کښې د کاڼى تختو ته مخامخ کېښودو، چې بچ وساتلے شى.</verse>
				<verse number="35">بنى اِسرائيلو څلوېښت کاله من خوړل، تر دې پورې چې هغوئ د کنعان مُلک ته ورسېدل او هلته دېره شول.</verse>
				<verse number="36">(په هغه ورځو کښې به اومر او ايفه د څيزونو تَللو دپاره استعمالېدل لکه څنګه چې نن سبا کلو يا من استعماليږى، يو اومر د ايفه لسمه حِصه ده لکه څنګه چې کلو د من څلوېښتمه يا پنځوسمه حِصه ده.)</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">د بنى اِسرائيلو ټول قوم د صين بيابان نه په سفر روان شولو او د مالِک خُدائ په حُکم يې د يو ځائ نه بل ځائ ته کډه وړله. دوئ په رفيديم کښې خېمې ولګولې، خو هلته د دې خلقو دپاره د څښلو اوبۀ نۀ وې.</verse>
				<verse number="2">نو په دې وجه خلق د موسىٰ سره په جګړه شول او وې وئيل، ”مونږ له د څښلو اوبۀ راکړه.“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”تاسو ولې ما سره په جګړه يئ؟ تاسو ولې مالِک خُدائ په آزمېښت کښې اچوئ؟“</verse>
				<verse number="3">خو خلق ډېر تږى وُو او موسىٰ ته وغورېدل. دوئ ووئيل، ”تا مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو؟ د دې دپاره چې مونږ، زمونږ بچى او زمونږ څاروى د تندې نه ووژنې؟“</verse>
				<verse number="4">نو موسىٰ مالِک خُدائ ته مِنت زارى وکړه او وې فرمائيل، ”زۀ دې خلقو سره څۀ وکړم؟ دوئ خو زما سنګسارولو ته تيار دى.“</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د ځان سره د بنى اِسرائيلو يو څو مشران روان کړه او د خلقو په وړاندې ځه. د ځان سره هغه امسا هم يوسه په کومه چې تا د نيل درياب وهلے وو.</verse>
				<verse number="6">او ګوره، زۀ به په سينا کښې په يو ګټ باندې ستا په وړاندې ولاړ يم. تۀ هغه ګټ په امسا ووهه او د هغه ګټ نه به د خلقو دپاره د څښلو اوبۀ راوځى.“ نو موسىٰ د بنى اِسرائيلو د مشرانو په مخکښې هم دغه شان وکړل.</verse>
				<verse number="7">نو هغۀ په دغه ځائ مسه (يعنې آزمېښت) او مريبه (يعنې جګړه) نوم کېښودو، ځکه چې بنى اِسرائيل په جګړه شول او مالِک خُدائ يې په آزمېښت کښې واچولو چې وې وئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ مل دے کۀ نۀ دے؟“</verse>
				<verse number="8">بيا عماليقيان راغلل او په رفيديم کښې يې په بنى اِسرائيلو باندې حمله وکړه.</verse>
				<verse number="9">موسىٰ يشوَع ته وفرمائيل، ”يو څو سړى خوښ کړه او لاړ شه، سبا د عماليقيانو سره جنګ وکړه. زۀ به د غرۀ په سر ودرېږم او د خُدائ پاک طاقت لرونکې امسا به زما په لاس کښې وى.“</verse>
				<verse number="10">يشوَع هم هغه شان وکړل چې څنګه ورته موسىٰ فرمائيلى وُو او عماليقيانو سره يې جنګ وکړو او موسىٰ، هارون او حُور د غرۀ سر ته لاړل.</verse>
				<verse number="11">تر کومې پورې چې موسىٰ لاسونه پورته نيولى وُو، اِسرائيليان په ګټه کښې وُو، خو چې کله هغۀ لاسونه لاندې کړل، نو عماليقيان په ګټه کښې شول.</verse>
				<verse number="12">چې کله د موسىٰ لاسونه ستړى شول، نو هارون او حُور ورله د کښېناستو دپاره يو کاڼے راوړو او هغوئ د هغۀ يو څنګ او بل څنګ ته ولاړ وُو او د هغۀ لاسونه يې پورته نيولى وُو او د نمرپرېواتو پورې د هغۀ لاسونه نېغ وُو.</verse>
				<verse number="13">نو داسې يشوَع عماليقيانو له پوره شکست ورکړو.</verse>
				<verse number="14">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا فتح د ياد ساتلو دپاره د ځان سره وليکه. يشوَع ته دا واوروه چې زۀ به عماليقيان مکمل تباه کړم.“</verse>
				<verse number="15">موسىٰ يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او په هغې يې ”مالِک خُدائ زما د فتحې جنډا ده“ نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="16">نو ځکه هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ جنډا اوچته ونيسئ. مالِک خُدائ به د همېشه دپاره د عماليقيانو خِلاف جنګ جارى ساتى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">د موسىٰ سخر يترو، څوک چې د ميديان اِمام وو، هغۀ د هغه هر څۀ په حقله واورېدل چې خُدائ پاک د موسىٰ او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو او چې مالِک خُدائ هغوئ څنګه د مِصر نه راويستلى وُو.</verse>
				<verse number="2">نو يترو موسىٰ له راغلو، د موسىٰ ښځه صفوره يې هم د ځان سره راوستله، کومه چې موسىٰ د خپلې سخرانې کره پرېښې وه،</verse>
				<verse number="3">او ورسره د هغې دوه زامن جيرسوم او اِلى‌عزر هم وُو. موسىٰ فرمائيلى وُو، ”زۀ په پردى مُلک کښې مسافر يم.“ نو ځکه هغۀ په يو زوئ جيرسوم نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="4">هغۀ دا هم فرمائيلى وُو، ”زما د پلار خُدائ پاک زما مل وو او زۀ يې د مِصر د فِرعون نه بچ کړم چې هغۀ زۀ وژلم.“ نو ځکه هغۀ په بل زوئ اِلى‌عزر نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="5">يترو د موسىٰ د ښځې او د هغې د دوو زامنو سره بيابان ته راغلو چرته چې موسىٰ د خُدائ پاک غرۀ ته نزدې اوسېدو.</verse>
				<verse number="6">هغۀ موسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”زۀ ستا د ښځې او د دوو زامنو سره درروان يم،“</verse>
				<verse number="7">نو موسىٰ هغۀ سره مِلاوېدو دپاره بهر لاړو، د هغۀ په مخکښې د عزت نه ټيټ شو او ښُکل يې کړو. هغوئ د يو بل د خېر خېريت پوښتنه وکړه او بيا د موسىٰ خېمې ته دننه راغلل.</verse>
				<verse number="8">موسىٰ يترو ته هغه هر څۀ وفرمائيل کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو په خاطر په فِرعون او د مِصر په خلقو کړى وُو. هغۀ ته يې د هغه تکليفونو په حقله هم وفرمائيل کوم چې په لاره کښې دوئ ته پېښ شوى وُو او دا هم چې مالِک خُدائ دوئ څنګه بچ کړى وُو.</verse>
				<verse number="9">چې کله يترو دا هر څۀ واورېدل، نو هغه ډېر خوشحاله شو</verse>
				<verse number="10">او وې وئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې هغۀ تاسو د فِرعون او د مِصر د خلقو نه بچ کړئ. د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې هغۀ خپل خلق د غلامۍ نه بچ کړل.</verse>
				<verse number="11">اوس ما ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے، ځکه چې هغۀ خپل خلق د مِصريانو نه بچ کړل کله چې مِصريانو دوئ ته سپک کتل.“</verse>
				<verse number="12">بيا يترو يوه پوره سوزېدونکې قربانى پېش کړه او ورسره يې نورې قربانۍ هم راوړلې چې د خُدائ پاک په حضور کښې يې پېش کړى، هارون او د بنى اِسرائيلو نور ټول مشران د يترو سره د خُدائ پاک حضور ته لاړل، چې د عبادت په شکل کښې د قربانۍ دغه روټۍ وخورى.</verse>
				<verse number="13">په بله ورځ موسىٰ د خلقو لانجې فېصله کولو ته کښېناستو او د سحر نه تر ماښامه پورې خلق ترې نه راتاو وُو.</verse>
				<verse number="14">چې کله يترو هغه هر څۀ وليدل کوم چې موسىٰ کول، نو هغۀ ترې تپوس وکړو، ”دا څۀ دى چې تۀ يې د خلقو دپاره کوې؟ تۀ دا کار يواځې ولې کوې، چې د سحر نه تر ماښامه پورې خلق د مشورې دپاره درنه راتاو وى؟“</verse>
				<verse number="15">موسىٰ خپل سخر ته وفرمائيل، ”زۀ به خامخا داسې کوم ځکه چې خلق د خُدائ پاک رضا معلومولو دپاره ما له راځى.</verse>
				<verse number="16">چې کله د دوو کسانو په مينځ کښې لانجه وى، نو هغوئ ما له راشى او زۀ بيا دا ګورم چې کوم يو په حقه دے او کوم په ناحقه دے او زۀ دوئ ته د خُدائ پاک حُکمونه او شريعت ښايم.“</verse>
				<verse number="17">يترو ورته ووئيل، ”تۀ دا کار په صحيح طريقه نۀ کوې.</verse>
				<verse number="18">تۀ او دا خلق به ځانونه ستړى کړئ. دا کار ستا دپاره ډېر مشکل دے، تۀ دا کار يواځې نۀ شې کولے.</verse>
				<verse number="19">زما خبره واوره زۀ به تا له يوه ښۀ مشوره درکړم او خُدائ پاک به ستا مل وى. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې تۀ د خلقو لانجې راوړې او د خُدائ پاک په حضور کښې يې پېش کوې.</verse>
				<verse number="20">تۀ به دوئ ته د خُدائ پاک حُکمونه او شريعت ښائې او تۀ به دوئ ته د ژوند د تېرولو طريقه او هغه څۀ ښائې چې دوئ به يې کوى.</verse>
				<verse number="21">د دې نه علاوه، تۀ يو څو قابل کسان هم خوښ کړه او هغوئ په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو باندې مشران مقرر کړه. هغوئ دې داسې سړى وى چې د خُدائ پاک نه يريږى، چې اعتبارى وى او رشوت خوارۀ نۀ وى.</verse>
				<verse number="22">هغوئ دې همېشه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کوى. هغوئ به ټولې سختې لانجې تا له راوړى، خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کوى، نو ستا دپاره به آسانى جوړه شى او بوج به درنه کم شى.</verse>
				<verse number="23">کۀ تۀ هم هغه شان کوې چې څنګه خُدائ پاک حُکم درکړے دے، نو تۀ به دومره زيات ستړے کېږې هم نه او ټول خلق به په خېر سره خپل خپل کور ته ځى.“</verse>
				<verse number="24">موسىٰ د يترو مشوره ومنله</verse>
				<verse number="25">نو هغۀ د ټولو بنى اِسرائيلو نه قابل خلق خوښ کړل. او هغوئ يې په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو مشران مقرر کړل.</verse>
				<verse number="26">هغوئ به په پخه توګه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کولو، هغوئ به ټولې سختې لانجې موسىٰ له راوړې خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کولې.</verse>
				<verse number="27">بيا موسىٰ يترو رُخصت کړو او يترو خپل مُلک ته واپس لاړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">بنى اِسرائيل د رفيديم نه روان شول او چې کله دوئ د مِصر نه راوتلى وُو، د هغې نه پس د درېمې مياشتې په اوله ورځ د سينا بيابان ته راغلل. دوئ هلته د سينا د غرۀ په لمن کښې خېمې ولګولې،</verse>
				<verse number="2"></verse>
				<verse number="3">او موسىٰ خُدائ پاک له غرۀ ته وروختلو. مالِک خُدائ د غرۀ نه هغۀ ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”بنى اِسرائيلو يعنې د يعقوب اولاد ته داسې ووايه.</verse>
				<verse number="4">”تاسو په خپله هغه څۀ وليدل چې ما د مِصريانو سره وکړل او تاسو مې داسې بوتلئ لکه چې باز خپل بچى په وزرو کښې اوړى او دلته مې خپل ځان له راوستلئ.</verse>
				<verse number="5">اوس، کۀ تاسو زما فرمانبردارى وکړئ او زما په لوظ باندې ټينګ ودرېږئ، نو بيا به تاسو په ټولو خلقو کښې زما خپل خاص خلق يئ، هسې خو ټوله زمکه زما ده.</verse>
				<verse number="6">تاسو به زما دپاره مقدسه ډله يئ او د اِمامانو په توګه به زما خِدمت کوئ.“ موسىٰ، تۀ به دا خبره بنى اِسرائيلو ته ورسوې.“</verse>
				<verse number="7">نو موسىٰ کوز شو او د قوم مشران يې راغونډ کړل او کوم حُکم چې مالِک خُدائ هغۀ ته کړے وو هغه ټولې خبرې يې هغوئ ته بيان کړې.</verse>
				<verse number="8">نو ټولو خلقو په يوه خولۀ جواب ورکړو، ”مالِک خُدائ چې څۀ هم فرمائيلى دى مونږ به هم هغه شان کوُو.“ بيا موسىٰ واپس د هغوئ جواب مالِک خُدائ ته ورسولو.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به په تکه توره وريځ کښې تا له راشم، چې کومې خبرې زۀ تا سره کوم نو خلق به زما خبرې واورى نو داسې به هغوئ د همېشه دپاره په تا يقين کوى.“ چې خلقو کوم جواب ورکړے وو نو موسىٰ هغه مالِک خُدائ ته ووئيلو،</verse>
				<verse number="10">او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلقو له ورشه او هغوئ ته ووايه چې هغوئ دې نن او سبا خپل ځانونه د عبادت دپاره پاک کړى. هغوئ دې خامخا خپلې جامې ووينځى</verse>
				<verse number="11">او په درېمه ورځ دې تيار اوسيږى. په هغه ورځ به زۀ د ټولو خلقو په موجودګۍ کښې د سينا غرۀ ته راکوز شم.</verse>
				<verse number="12">د غرۀ نه ګېرچاپېره حدونه مقرر کړه چې خلق به ترې نه نۀ راوړى او هغوئ ته ووايه چې نۀ غرۀ ته راوخېژى او نۀ يې لمنې ته ورنزدې شى. خو کۀ څوک غرۀ ته ورشى، نو هغه به خامخا ووژلے شى،</verse>
				<verse number="13">هيڅ څوک به هم نۀ ورځى، خو کۀ څوک ورشى نو هغه به سنګسارولے شى يا به په غشو ويشتلے شى. هغه کۀ انسان وى يا حېوان وى خامخا به وژلے شى. خو چې کله بيګل په اوږد آواز وغږولے شى، نو بيا به خلق غرۀ ته راوخېژى.“</verse>
				<verse number="14">بيا موسىٰ د غرۀ نه راکوز شو او خلقو ته يې وفرمائيل چې د عبادت دپاره خپل ځانونه پاک کړئ. نو هغوئ خپلې جامې ووينځلې،</verse>
				<verse number="15">او موسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د درېمې ورځې دپاره ځانونه تيار کړئ او په دې دوران کښې د ښځو سره مۀ څملئ.“</verse>
				<verse number="16">د درېمې ورځې په سحر تندرونه او برېښناګانې شوې، په غرۀ باندې تکه توره وريځ راښکاره شوه او د بيګل اوچت آواز واورېدلے شو. او د خېمو په ځائ کښې چې څومره خلق وُو هغوئ ټول د يرې نه په لړزان شول.</verse>
				<verse number="17">موسىٰ هغه خلق د خېمو د ځائ نه د خُدائ پاک حضور ته بوتلل او هغوئ د غرۀ په لمن کښې ودرېدل.</verse>
				<verse number="18">د سينا ټول غر د وريځ په شان په لوګى کښې پټ وو، ځکه چې مالِک خُدائ په دې باندې په اور کښې راکوز شوے وو. دا لوګے د بټۍ د لوګى په شان بره ختلو او ټول غر سخت ولړزېدلو.</verse>
				<verse number="19">د بيګل آواز نور هم اوږدېدلو او زياتېدلو. موسىٰ خبرې کولې او خُدائ پاک هغۀ له د تندر د آواز په شان جواب ورکولو.</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ د سينا د غرۀ سر ته راکوز شو او موسىٰ يې د غرۀ سر ته راوغوښتلو. نو موسىٰ وروختلو</verse>
				<verse number="21">او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ښکته لاړ شه او خلقو له خبردارے ورکړه چې زما کتلو دپاره د حدونو نه راوا نۀ وړى، خو کۀ چرې راوختل، نو ډېر کسان به د هغوئ نه مړۀ شى.</verse>
				<verse number="22">کۀ اِمامان هم ما ته نزدې راځى نو هغوئ دې هم ځان پاک کړى، ګنې زۀ مالِک خُدائ به هغوئ له سزا ورکړم.“</verse>
				<verse number="23">موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”خلق د سينا غرۀ ته نۀ شى راختلے، ځکه چې تا مونږ له خبردارے راکړے دے چې د دې نه ګېرچاپېره حدونه مقرر کړُو او غر مقدس وګڼو.“</verse>
				<verse number="24">مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ښکته لاړ شه او هارون هم د ځان سره راوخېژوه. خو چې اِمامان او خلق ما ته د راتلو دپاره د حدونو نه راوا نۀ وړى، ګنې زۀ، مالِک خُدائ به هغوئ له سزا ورکړم.“</verse>
				<verse number="25">نو بيا موسىٰ خلقو له ورکوز شو او چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو هغه يې ورته وفرمائيل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">بيا خُدائ پاک کلام وکړو او هغه ټولې خبرې دا دى،</verse>
				<verse number="2">”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.</verse>
				<verse number="3">زما نه غېر د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="4">د خپلو ځانونو دپاره بُتان مۀ جوړَوئ، د داسې يو څيز په شکل هم نه چې هغه پاس په آسمان کښې وى يا په زمکه وى يا کۀ هغه د زمکې لاندې په اوبو کښې وى.</verse>
				<verse number="5">يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى.</verse>
				<verse number="6">خو زۀ د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته خپله نۀ بدلېدونکې مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى او زما حُکمونه منى.</verse>
				<verse number="7">زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ استعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بې‌فائدې اخلى.</verse>
				<verse number="8">د سبت ورځ ياده لرئ او دا مقدسه ګڼئ.</verse>
				<verse number="9">په شپږو ورځو کښې تاسو خپل کار روزګار کوئ،</verse>
				<verse number="10">خو اوومه ورځ د آرام ورځ ده چې ما ته وقف ده. په هغه ورځ به هيڅ څوک کار روزګار نۀ کوى، نۀ تاسو، نۀ ستاسو بچى، نۀ ستاسو غلامان، نۀ ستاسو څاروى او نۀ هغه مسافر کوم چې تاسو سره اوسيږى.</verse>
				<verse number="11">په شپږو ورځو کښې ما يعنې مالِک خُدائ زمکه، آسمان، سمندر او په دې کښې چې هر څۀ هم دى جوړ کړل، خو په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل. نو دا ځکه ما مالِک خُدائ د سبت ورځې له برکت ورکړو او مقدسه مې کړه.</verse>
				<verse number="12">د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې زۀ درکوم.</verse>
				<verse number="13">قتل مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="14">زنا مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="15">غلا مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="16">د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.</verse>
				<verse number="17">د خپل ګاونډى د کور خواهش مۀ کوئ، د هغۀ د ښځې، د هغۀ د نوکرانو، د هغۀ د څاروو، خرونو او د هغه يو شى لالچ هم مۀ کوئ کوم چې ستاسو د ګاونډى وى.“</verse>
				<verse number="18">چې کله خلقو د تندرونو او د بيګل آواز واورېدو او برېښناګانې او د غرۀ لوګى يې وليدل، هغوئ د يرې نه ولړزېدل او لرې ودرېدل.</verse>
				<verse number="19">هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”کۀ تۀ زمونږ سره خبرې کوې نو مونږ به ورته غوږ ونيسو، خو کۀ خُدائ پاک زمونږ سره خبرې وکړى نو مونږ يريږو چې مړۀ به شو.“</verse>
				<verse number="20">موسىٰ ورته وفرمائيل، ”يرېږئ مه، خُدائ پاک خو صِرف دې له راغلے دے چې تاسو وآزمائى او خپله يره ستاسو په زړونو کښې واچوى چې تاسو ګناه نۀ کوئ.“</verse>
				<verse number="21">خو خلق هم هغه شان لرې ولاړ وُو او صِرف موسىٰ هغه تکې تورې تيارې له نزدې ورَغلو چرته چې خُدائ پاک وو.</verse>
				<verse number="22">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووائى، تاسو وليدل چې ما مالِک خُدائ ستاسو سره د آسمان نه څنګه خبرې کړې دى.</verse>
				<verse number="23">د خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو يا د سرو زرو بُتان مۀ جوړَوئ چې زما په ځائ د هغوئ عبادت وکړئ.</verse>
				<verse number="24">زما دپاره د خاورې نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړئ او په دې باندې خپل ګډان، چېلى او غوَيان د پوره سوزېدونکې قربانو او د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.</verse>
				<verse number="25">کۀ تاسو زما دپاره د کاڼو نه يوه قربان‌ګاه جوړَوئ، نو هغه د تراشلے شوى کاڼو نه مۀ جوړَوئ، ځکه چې کله تاسو په هغه کاڼو آوزار لګوئ، نو هغه به ناپاکه کړئ.</verse>
				<verse number="26">زما دپاره داسې قربان‌ګاه مۀ جوړَوئ چې تاسو بره په پوړو ورخېژئ، ګنې ستاسو د سَتر اندامونه به بربنډ شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">”د بنى اِسرائيلو دپاره دا قانون مقرر کړه چې،</verse>
				<verse number="2">کۀ تاسو يو عبرانے غلام واخلئ، هغه به شپږ کاله ستاسو خِدمت کوى. او په اوؤم کال به بغېر د څۀ څيز درکولو نه آزاد شى.</verse>
				<verse number="3">چې کله هغه د وادۀ نه مخکښې ستاسو غلام شوے وى، نو د آزادېدو په وخت به د ځان سره ښځه نۀ بوځى، خو چې کله هغه ستاسو غلام کېدلو او وادۀ يې کړے وو، نو هغه خپله ښځه د ځان سره بوتلے شى.</verse>
				<verse number="4">کۀ مالِک ورله وادۀ وکړى او د هغۀ زامن يا لوڼه پېدا شى، نو هغه ښځه او د هغۀ بچى به د مالِک وى او هغه سړے چې آزاد کړے شى نو هغه يواځې تلے شى.</verse>
				<verse number="5">خو کۀ غلام صفا ووائى چې زۀ د خپل مالِک سره، خپلې ښځې او خپلو بچو سره مينه لرم او آزادېدل نۀ غواړم،</verse>
				<verse number="6">نو خپل مالِک به هغه د قاضيانو ځائ ته بوځى. هلته به يې د دروازې يا چوکاټ په مخکښې ودروى او په ستن دې د هغۀ په غوږ کښې سورے وکړى. نو ټول عُمر به يې غلام وى.</verse>
				<verse number="7">کۀ يو سړے خپله لور د وينځې په توګه خرڅه کړى، نو هغه به د نرانو نوکرانو په شان نۀ شى آزادولے.</verse>
				<verse number="8">کۀ هغه په يو داسې کس خرڅه کړے شى چې هغه يې د ښځې کولو اراده لرى، خو د هغۀ دا خوښه نۀ وى، نو خپل پلار به دا واپس اخلى، د هغې مالِک دا په پردو خلقو نۀ شى خرڅولے، ځکه چې هغۀ د دې سره ټګى کړې ده.</verse>
				<verse number="9">کۀ يو سړے د خپل زوئ دپاره وينځه واخلى، نو هغه به د هغې سره د لور په شان سلوک کوى.</verse>
				<verse number="10">کۀ يو سړے دوېمه ښځه وکړى، نو هغه به خامخا د خپلې وړومبۍ ښځې د مخکښې په شان د هغې د خوراک، جامو او د وادۀ د حقُونو خيال ساتى.</verse>
				<verse number="11">کۀ هغه ورسره دا درې ذمه وارۍ نۀ پوره کوى، نو هغه به يې خامخا بغېر د څۀ قيمت نه آزاده کړى.</verse>
				<verse number="12">چې څوک يو کس ووهى او هغه وهلے شوے کس مړ شى نو هغه وهونکے به خامخا وژلے شى.</verse>
				<verse number="13">خو کۀ دا د خُدائ پاک نه راپېښه شوې وى او هغۀ دا قصداً نۀ وى وژلے، نو هغه به د پناه دپاره يو داسې ځائ ته وتښتى چې کوم درته زۀ ښايم او هلته به په پناه کښې وى.</verse>
				<verse number="14">خو کۀ يو کس غصه شى او قصداً بل څوک قتل کړى، نو هغه به خامخا وژلے شى، تر دې پورې کۀ هغه زما قربان‌ګاه ته هم د پناه دپاره تښتېدلے وى.</verse>
				<verse number="15">چې څوک هم خپل پلار يا خپله مور ووهى نو هغه به خامخا وژلے شى.</verse>
				<verse number="16">کۀ څوک يو کس اغوا کړى او بيا يې خرڅ کړى يا يې د ځان سره وساتى، نو هغه اغواکار به خامخا وژلے شى.</verse>
				<verse number="17">هر څوک چې خپل مور پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.</verse>
				<verse number="18">کۀ په جګړه کښې يو کس بل کس په کاڼى يا په سوک ووهى او مړ نۀ شى، نو وهونکى له دې سزا نۀ شى ورکولے. چې کوم وهلے شوے وى او د کټ نه د پاڅېدو نۀ وى، خو وروستو بيا هغه د پاڅېدو او د امسا په مدد سره د بهر ګرځېدو جوګه شى، نو چا چې وهلے وى نو هغه به ورله د بې‌روزګاره پاتې کېدلو مزدورى ورکوى او تر هغه پورې به د هغۀ خيال ساتى چې پوره روغ شوے نۀ وى.</verse>
				<verse number="19"></verse>
				<verse number="20">کۀ يو کس خپله وينځه يا خپل غلام په کوتک ووهى او هغه هم په هغه ځائ مړ شى، نو مالِک له به يې خامخا سزا ورکولے شى.</verse>
				<verse number="21">خو کۀ وهلے شوے کس يوه يا دوه ورځې ژوندے وى، نو مالِک له به يې سزا نۀ شى ورکولے، ځکه چې هغه يې خپل تاوان وو نو دا سزا يې بس ده.</verse>
				<verse number="22">کۀ څۀ کسان په جګړه وى او يوه اُميدواره ښځه ووهى او چې د هغې اولاد وغورزيږى، خو بل ځائ يې زخمى نۀ وى، نو چا چې هغه وهلى وى هغه به دومره جرمانه کيږى چې څومره جرمانه د هغې ښځې خاوند غواړى او چې قاضيان ووائى چې دا جرمانه صحيح ده.</verse>
				<verse number="23">خو کۀ هغه ښځه په خپله هم زخمى وى، نو سزا به د ژوند په بدل کښې ژوند وى،</verse>
				<verse number="24">د سترګې په بدل کښې سترګه، او د غاښ په بدل کښې غاښ، د لاس په بدل کښې لاس، د پښې په بدل کښې پښه،</verse>
				<verse number="25">د سوزولو په بدل کښې سوزول، د زخم په بدل کښې زخم، د کوړو په بدل کښې کوړې وهل دى.</verse>
				<verse number="26">کۀ يو کس د خپل غلام يا خپلې وينځې په وهلو سره سترګه وباسى، نو د سترګې په بدل کښې به هغه غلام يا وينځه آزادولے شى.</verse>
				<verse number="27">کۀ هغه د خپل غلام يا وينځې غاښ مات کړى، نو د غاښ په بدل کښې به هغه غلام يا وينځه آزادولے شى.</verse>
				<verse number="28">کۀ يو غوَيے څوک په ښکر ووهى او هغه مړ شى، نو هغه غوَيے به خامخا سنګسارولے شى او د دې غوښه به نۀ شى خوړلے، خو د غوَيى مالِک خلاص دے.</verse>
				<verse number="29">خو کۀ دې غوَيى مخکښې هم خلق وهل او مالِک له يې خبردارے ورکړے شوے وى او هغۀ دا غوَيے تړلے نۀ وى ساتلے او دا څوک ووهى او مړ شى، نو غوَيے به سنګسارولے شى او مالِک به يې هم وژلے شى.</verse>
				<verse number="30">خو کۀ د مالِک نه د خپل ژوند بچ کولو تاوان وغوښتلے شى، نو هغه به پوره تاوان ورکوى.</verse>
				<verse number="31">کۀ يو غوَيے هلک يا جينۍ ووژنى، نو هم دغه شان فېصله به پرې کيږى.</verse>
				<verse number="32">کۀ غوَيے يو غلام يا وينځه ووژنى، نو د غوَيى مالِک به د هغه غلام يا وينځې مالِک له د سپينو زرو دېرش سيکې ورکوى او غوَيے به هم سنګسارولے شى.</verse>
				<verse number="33">کۀ يو کس يوه کنده کولاو پرېږدى يا کنده وکنى او دا پټه نۀ کړى او يو غوَيے يا خر ورغورزيږى،</verse>
				<verse number="34">نو هغه کس به خامخا د دې ځناور مالِک ته تاوان ورکوى. هغه به يې مالِک ته د دې قيمت ورکړى او هغه مړ ځناور به د هغۀ شى.</verse>
				<verse number="35">کۀ د يو کس غوَيے د بل چا غوَيے ووهى او هغه مړ شى، نو هغوئ دواړه دې هغه ژوندے غوَيے خرڅ کړى او هغه پېسې دې په خپلو کښې تقسيم کړى، او هغه مړ ځناور دې هم په خپلو کښې تقسيم کړى.</verse>
				<verse number="36">خو کۀ دا پته لګېدلې وى چې دې غوَيى مخکښې هم وهل کول او مالِک دا تړلے نۀ ساتلو، نو هغه به د غوَيى په تاوان کښې هغه بل کس له ژوندے غوَيے ورکوى او هغه مړ ځناور به د هغۀ شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">کۀ يو کس يوه غوا يا ګډه پټه کړى او حلاله يې کړى يا يې خرڅه کړى، هغه به خامخا د يوې غوا په بدل کښې پينځۀ غواګانې ورکوى او د يوې ګډې په بدل کښې به څلور ګډې ورکوى.</verse>
				<verse number="2">هغۀ چې څۀ پټ کړى وى نو خامخا به د هغې تاوان ورکوى. کۀ هغه هيڅ هم نۀ لرى، نو هغۀ چې څۀ پټ کړى وى د هغې په تاوان کښې به هغه د غلام په توګه خرڅولے شى. چې کوم ځناور يې پټ کړى وى، کۀ هغه غوا، خر او يا ګډه وى او د هغۀ سره ژوندے وموندے شى نو هغه به د دې يو په دوه ورکوى. کۀ يو غل د يو کور کنډر کولو په وخت د شپې ونيولے شى او د وهلو په وجه مړ شى، چا چې هغه وژلے وى نو هغه به د دې خُون ذمه وار نۀ وى. خو کۀ دا کار د ورځې شوے وى، نو هغه به د دې خُون ذمه وار وى.</verse>
				<verse number="3"></verse>
				<verse number="4"></verse>
				<verse number="5">کۀ يو کس خپل څاروى په يو پټى يا د انګورو په باغ کښې څروى او دا خوشے لاړ شى او د بل چا په پټى کښې فصل وخورى، نو هغه به خامخا په تاوان کښې د خپل پټى يا د انګورو باغ نه د ټولو نه ښۀ پېداوار ورکوى.</verse>
				<verse number="6">کۀ څوک په خپل پټى کښې اور ولګوى او اور د واښو په ذريعه د بل چا پټى ته ورسيږى او د هغۀ ګېډۍ شوے، رېبلے شوے، يا داسې فصل وسوزوى چې ولاړ وى، چا چې دا اور لګولے وى هغه به يې پوره تاوان ورکوى.</verse>
				<verse number="7">کۀ يو کس د بل چا پېسې يا قيمتى څيزونه د امانت په توګه د هغۀ دپاره کېږدى او د هغۀ د کور نه غلا وشى او هغه غل ونيولے شى نو يو په دوه به ترې نه اخستلے شى.</verse>
				<verse number="8">خو کۀ غل ونۀ نيولے شى، نو د چا سره چې امانت پروت وو هغه به خامخا د قاضيانو په مخکښې حاضر شى او هلته به قسم وکړى چې دغه پردے مال دۀ پخپله نۀ دے پټ کړے.</verse>
				<verse number="9">د مال او سامان هر قِسم لانجې، کۀ هغه د څاروو، خرونو، ګډو، جامو، يا د بل ورک شوى څيز په حقله وى، چې دوه کسان په کښې دعوىٰ لرى هغوئ دې خپلې لانجې د قاضيانو په مخکښې پېش کوى. هغوئ چې چا ته پړ ووائى نو هغه به هغه بل ته يو په دوه ورکوى.</verse>
				<verse number="10">کۀ يو کس بل کس له خپل خر، غوا، ګډه يا بل څاروے امانت ورکړى او هغه مړ يا زخمى شى يا په داسې وخت کښې وتښتولے شى چې هيڅ څوک يې هم ونۀ وينى،</verse>
				<verse number="11">نو هغه کس به ورته د مالِک خُدائ په نوم قسم کوى چې د هغه بل کس ځناور يې نۀ دے پټ کړے. کۀ هغه ځناور چا نۀ وى پټ کړے، نو هغه مالِک دې دا قسم ومنى او تاوان ورکولو ته ضرورت نشته،</verse>
				<verse number="12">خو کۀ ځناور چا پټ کړے وى، نو هغه کس به خامخا مالِک ته د هغې تاوان ورکوى.</verse>
				<verse number="13">خو کۀ هغه ځنګلى ځناور وژلے وى، نو هغه کس به د هغې پاتې حِصه د ثبوت دپاره راوړى، نو هغۀ له د هغه ځناور د تاوان ورکولو ضرورت نشته کوم چې ځنګلى ځناورو وژلے وى.</verse>
				<verse number="14">کۀ يو کس د بل کس نه يو څاروے وغواړى او هغه په داسې وخت کښې زخمى يا مړ شى چې مالِک يې موجود نۀ وى، نو هغه به يې خامخا تاوان ورکوى.</verse>
				<verse number="15">خو کۀ دا کار په داسې وخت کښې شوے وى چې مالِک يې حاضر وى، نو هغۀ ته د تاوان ورکولو ضرورت نشته. کۀ ځناور يې په مزدورۍ راوستلے وى، نو هغه به صِرف د مزدورۍ پېسې په تاوان کښې ورکوى.</verse>
				<verse number="16">کۀ يو سړے يوه پېغله دوکه کړى چې هغه کوژدن شوې هم نۀ وى او د هغې سره څملى، هغه دې خامخا د هغې حق مهر ورکړى نو ښځه به يې شى.</verse>
				<verse number="17">خو کۀ پلار يې هغۀ له د ورکولو نه اِنکار وکړى، نو هغه به خامخا د هغې پېغلې پلار له د حق مهر برابر قيمت ورکوى.</verse>
				<verse number="18">کومه ښځه چې کوډې کوى هغه ژوندۍ مۀ پرېږدئ.</verse>
				<verse number="19">هغه کس به خامخا وژلے شى کوم چې د ځناور سره زنا وکړى.</verse>
				<verse number="20">څوک چې د مالِک خُدائ نه بغېر بل خُدائ ته قربانى پېش کوى هغه دې هلاک کړے شى.</verse>
				<verse number="21">د يو مسافر سره بد سلوک يا زياتے مۀ کوئ، هغه راياد کړئ چې تاسو په خپله د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ.</verse>
				<verse number="22">د کونډې يا يتيم سره بد سلوک مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="23">کۀ تاسو د هغوئ سره بد سلوک وکړو او چې کله هغوئ ما مالِک خُدائ ته د مدد دپاره فرياد وکړى نو زۀ به د هغوئ فرياد اورم،</verse>
				<verse number="24">او زۀ به په قهر شم او تاسو به په جنګ ووژنم. ستاسو ښځې به کونډې شى او ستاسو بچى به يتيمانان شى.</verse>
				<verse number="25">کۀ تاسو زما د خلقو نه يو کس له قرض ورکړئ چې هغه غريب وى، د هغۀ سره د يو قرض ورکوونکى په شان عمل مۀ کوئ او سود ترې نه مۀ غواړئ.</verse>
				<verse number="26">کۀ تاسو د قرض په ضمانت کښې د چا نه چُوغه واخلئ، دا به تاسو د نمرپرېواتو نه مخکښې هغۀ له واپس ورکوئ،</verse>
				<verse number="27">ځکه چې د هغۀ سره د ځان پټولو دپاره صرف يوه چُوغه وه، د دې نه بغېر هغه په څۀ کښې اودۀ شى؟ چې کله هغه ما ته سوال زارى وکړى، زۀ به د هغۀ فرياد اورم ځکه چې زۀ رحيم يم.</verse>
				<verse number="28">د خُدائ پاک په حق کښې بدې ردې مۀ وايئ او د خپل قوم مشرانو ته ښېرې مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="29">خپله غله، مے او خپل د زيتُونو تېل ما ته ښۀ په وخت پېش کوئ. تاسو خپل مشران زامن ما له راکړئ.</verse>
				<verse number="30">تاسو د خپلو څاروو او د خپلو ګډو وړومبى پېدا شوى بچى ما ته وقف کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے نر بچے به اووۀ ورځې د خپلې مور سره ايساريږى او په اتمه ورځ به هغه ما ته پېش کوئ.</verse>
				<verse number="31">تاسو به زما مقدس خلق يئ، نو د داسې ځناور غوښه مۀ خورئ چې هغه ځنګلى ځناور وژلے وى، هغه سپو ته اچوئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">د دروغو خبر مۀ خوروئ او د دروغو ګواهۍ په ذريعه د يو مجرم کس مدد مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="2">د ډېرو خلقو په بد عمل کښې يا د قانون ماتولو په ګواهۍ کښې ملګرتيا مۀ کوئ او بې‌اِنصافى مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="3">په يوه مقدمه کښې د يو غريب سړى ناجائزه طرفدارے مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="4">کۀ تاسو د خپل دشمن غوا يا خر ووينئ چې لار يې غلطه کړې وى، نو هغۀ له يې خامخا واپس ورولئ.</verse>
				<verse number="5">کۀ د هغۀ خر ووينئ چې د بار لاندې پرېوتلے وى، نو د خر په پاڅولو کښې د هغۀ مدد وکړئ، او ځان پرې مۀ ناغرضه کوئ.</verse>
				<verse number="6">چې کله يو غريب سړے په عدالت کښې حاضر شى نو د هغۀ سره بې‌اِنصافى مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="7">د دروغو اِلزام مۀ لګوئ او يو صادق او بې‌ګناه سړے مۀ وژنئ، ځکه چې څوک داسې بد عمل وکړى نو زۀ به هغه نۀ پرېږدم.</verse>
				<verse number="8">رشوت مۀ اخلئ، ځکه چې رشوت بينا خلق ړندوى او حق نۀ ګورى او رشوت د صادقانو په خبرو کښې هم چالاکى پېدا کوى.</verse>
				<verse number="9">د يو مسافر سره بد سلوک مۀ کوئ، تاسو ته پته ده چې د يو مسافر په زړۀ څۀ تېريږى، ځکه چې تاسو هم د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ.</verse>
				<verse number="10">شپږ کاله خپله زمکه کَرئ او فصل ترې نه رېبئ.</verse>
				<verse number="11">خو په اوؤم کال يې شاړه پرېږدئ او چې څۀ په کښې شوى وى هغه ترې نه مۀ رېبئ، چې څۀ په کښې پاتې وى نو هغه به غريبانان خلق او ځنګلى ځناور وخورى. د انګورو او زيتُونو د باغونو سره هم دغه شان وکړئ.</verse>
				<verse number="12">په هفته کښې شپږ ورځې کار کوئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د دې دپاره چې ستاسو غلامان او هغه مسافر چې ستاسو دپاره کار کوى او داسې ستاسو څاروى به هم آرام وکړى.</verse>
				<verse number="13">چې ما مالِک خُدائ تاسو ته څۀ وئيلى دى په هغې عمل کوئ. د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ او نۀ چې ستاسو د خولې نه د هغوئ د نومونو ذکر واورم.</verse>
				<verse number="14">زما د درناوى دپاره په کال کښې درې ځله اختر کوئ.</verse>
				<verse number="15">چې ما څنګه حُکم درکړے دے هم هغه شان د ابيب په مياشت کښې، تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ، دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ. د دې اختر په اووۀ ورځو کښې تاسو پتيره روټۍ خورئ. او هيڅ څوک به هم زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى.</verse>
				<verse number="16">چې کله تاسو خپل فصلونه رېبل شروع کوئ، نو د لَو کولو اختر کوئ په خپلو پټو کښې چې تاسو کوم تخم کَرلے وى نو د هغه فصل وړومبے پېداوار پېش کوئ او چې کله تاسو خپل فصل د پټو نه راټول کړئ نو په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.</verse>
				<verse number="17">هر کال په دې درېو اخترونو کښې دې خامخا ستاسو ټول نران مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک عبادت له راځى.</verse>
				<verse number="18">چې کله تاسو يو ځناور قربانى کوئ او د هغۀ وينه ما ته پېش کوئ نو خمبيره روټۍ ورسره مۀ پېش کوئ. په دې اخترونو کښې چې کوم ځناور ما ته قربانى شى د هغوئ وازګه دې د سحر پورې نۀ شى پرېښودلے.</verse>
				<verse number="19">هر کال د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، کور ته د خپلې زمکې نه رېبلے شوې وړومبۍ غله راوړئ. د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.</verse>
				<verse number="20">ګورئ، زۀ به ستاسو نه وړاندې يوه فرښته درولېږم چې په لار کښې ستاسو حِفاظت کوى او هغه ځائ ته مو راولى کوم چې ما تيار کړے دے.</verse>
				<verse number="21">هغې ته پام کوئ او د هغې خبرې ته غوږ نيسئ. د هغې خِلاف بغاوت مۀ کوئ، ځکه چې هغې له مې پوره اختيار ورکړے دے او هغه به ستاسو بغاوت معاف نۀ کړى.</verse>
				<verse number="22">خو کۀ تاسو په رښتيا سره د هغې خبره ومنئ او هغه هر څۀ وکړئ چې ما حُکم درکړے دے، نو زۀ به ستاسو د دشمنانو سخت دشمن يم.</verse>
				<verse number="23">زما فرښته به ستاسو په وړاندې روانه وى او تاسو به د اموريانو، حِتيانو، فرزيانو، کنعانيانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک ته بوځى او زۀ به هغوئ تباه کړم.</verse>
				<verse number="24">د هغوئ معبودانو ته سجده مۀ لګوئ او مۀ يې عبادت کوئ او د هغوئ طريقې مۀ خپلوئ او د هغوئ بُتان مات کړئ او د هغوئ د کاڼو مقدسې ستنې وغورزوئ.</verse>
				<verse number="25">کۀ تاسو زما، مالِک خُدائ د ستاسو خُدائ پاک عبادت کوئ، نو زۀ به ستاسو په خوراک او اوبو کښې برکت واچوم او د ټولو بيماريانو نه به مو بچ وساتم.</verse>
				<verse number="26">ستاسو په مُلک کښې به د يوې ښځې هم بچى نۀ ضائع کيږى او يوه ښځه به هم شنډه نۀ وى. زۀ به تاسو له اوږد عُمر درکړم.</verse>
				<verse number="27">زۀ به په هغه خلقو خپله يره راولم چې کوم ستاسو مخالفت کوى، زۀ به هغه خلق په وارخطايۍ آخته کړم د کومو خلقو سره چې تاسو جنګ کوئ او زۀ به ستاسو ټول دشمنان ستاسو نه وزغلوم.</verse>
				<verse number="28">زۀ به ستاسو په دشمنانو وارخطائى راولم، چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به حِويان، کنعانيان او حِتيان ستاسو د مخې نۀ لرې کړم.</verse>
				<verse number="29">زۀ به هغوئ په يو کال کښې نۀ وباسم، کۀ ما داسې وکړل، نو زمکه به ويجاړه شى او هلته به ډېر زيات ځنګلى ځناور وى.</verse>
				<verse number="30">خو زۀ به هغوئ ورو ورو وباسم، تر دې پورې چې تاسو زيات شئ او هغه زمکه ستاسو خپله شى.</verse>
				<verse number="31">زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ.</verse>
				<verse number="32">د هغوئ يا د هغوئ د معبودانو سره لوظ مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="33">هغوئ خپل مُلک کښې اوسېدو ته مۀ پرېږدئ، کۀ تاسو پرېښودل نو هغوئ به تاسو دوکه کړى او زما خِلاف ګناه کولو ته به مو جوړ کړى. کۀ تاسو د هغوئ د معبودانو عبادت وکړئ نو دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”ما ته تۀ، هارون، ندب، ابيهُو او د بنى اِسرائيلو اويا مشران بره غر ته راشئ، خو نزدې مۀ راځئ او د لرې نه ما ته سجده وکړئ.</verse>
				<verse number="2">صِرف تۀ ما له راشه او هغه نور به ما له نزدې نۀ راځى. نور کسان به تا سره غرۀ ته نۀ راخېژى.“</verse>
				<verse number="3">موسىٰ راغلو او خلقو ته يې د مالِک خُدائ ټولې خبرې او ټول اصُول بيان کړل او ټولو خلقو په يو آواز جواب ورکړو، ”څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى نو مونږ به هم هغه شان کوُو.“</verse>
				<verse number="4">موسىٰ د مالِک خُدائ هغه ټولې خبرې وليکلې. بل سحر وختى د غرۀ په لمن کښې هغۀ يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مطابق يې د هرې يوې دپاره دولس تيږې ودرولې.</verse>
				<verse number="5">بيا هغۀ د بنى اِسرائيلو څۀ زلمى مقرر کړل او هغوئ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې قربانۍ او څۀ څاروى د سلامتۍ قربانۍ په توګه پېش کړل.</verse>
				<verse number="6">موسىٰ د ځناورو هغه نيمه وينه واخستله او په ښانکونو کښې يې واچوله، او هغه نوره نيمه يې په قربان‌ګاه وشيندله.</verse>
				<verse number="7">بيا هغۀ د لوظ کِتاب راواخستلو او حاضرو خلقو ته يې واورولو. هغوئ ووئيل، ”مونږ به د مالِک خُدائ تابعدارى کوُو او د هغۀ په ټولو خبرو به عمل کوُو.“</verse>
				<verse number="8">بيا موسىٰ هغه وينه راواخستله چې په ښانکونو کښې وه او په خلقو يې وشيندله. هغۀ وفرمائيل، ”ګورئ، دا وينه د لوظ د پوخوالى دپاره ده کوم چې مالِک خُدائ تاسو سره کړے دے چې کله هغۀ دا ټول حُکمونه درکول.“</verse>
				<verse number="9">موسىٰ، هارون، ندب، ابيهُو او د بنى اِسرائيلو هغه اويا مشران غرۀ ته وختل.</verse>
				<verse number="10">او هغه د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې وليدلو. د هغۀ د پښو لاندې لکه د آسمان په شان د نيلم کاڼى شين فرش وو.</verse>
				<verse number="11">د خُدائ پاک د لاس نه د بنى اِسرائيلو هغه مشرانو ته ضرر ونۀ رسېدلو، هغوئ خُدائ پاک وليدلو او بيا هغوئ خوراک څښاک وکړو.</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ما له غرۀ ته راوخېژه او چې کله تۀ هلته يې نو زۀ به تا له د کاڼو دوه تختې درکړم چې په هغې باندې ما ټول اصُول او حُکمونه ليکلى دى چې تۀ به دا خلقو ته بيانوې.“</verse>
				<verse number="13">موسىٰ د خپل مدد کوونکى يشوَع سره روان شو او موسىٰ د خُدائ پاک غرۀ ته بره ختلو.</verse>
				<verse number="14">موسىٰ مشرانو ته وفرمائيل، ”تاسو مونږ ته دلته تر هغې پورې اِنتظار کوئ چې مونږ واپس نۀ يُو راغلى. هارون او حُور به ستاسو سره وى، او کۀ د چا څۀ لانجه وى نو هغوئ له دې ورځى.“</verse>
				<verse number="15">چې موسىٰ بره وختلو نو وريځې غر پټ کړو.</verse>
				<verse number="16">د مالِک خُدائ جلال په غرۀ باندې خور شو. بنى اِسرائيلو ته د مالِک خُدائ جلال داسې ښکارېدو لکه چې د غرۀ په سر باندې اور بل وى. شپږ ورځې وريځې غر پټ کړے وو او په اوومه ورځ مالِک خُدائ د وريځې د مينځ نه موسىٰ ته آواز وکړو.</verse>
				<verse number="17"></verse>
				<verse number="18">چې موسىٰ بره غرۀ ته ورختلو نو د وريځې مينځ ته ورننوتلو او څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې په غرۀ کښې ايسار شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما ته يوه نذرانه پېش کړى. چې څوک د زړۀ نه ما ته څۀ نذرانه پېش کول غواړى تۀ يې ترې نه اخله.</verse>
				<verse number="3">دا هغه نذرانې دى چې کومې به ترې نه تۀ اخلې، سرۀ زر، سپين زر او زېړ،</verse>
				<verse number="4">کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ کپړه،</verse>
				<verse number="5">سره رنګ شوې د ګډو څرمن، ښۀ څرمن، د کيکر لرګے،</verse>
				<verse number="6">د ډيوو دپاره تېل، د غوړولو د تېلو دپاره مصالحې او د خوشبويۍ مصالحې،</verse>
				<verse number="7">اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په مقدس واسکټ باندې چې پېش بند ورته وائى او د هغۀ د سينې جېب باندې ولګولے شى.</verse>
				<verse number="8">او خلق به زما دپاره يوه مقدسه خېمه جوړه کړى، نو زۀ به د هغوئ په مينځ کښې اوسېږم.</verse>
				<verse number="9">دا مقدسه خېمه او د هغې ټول سامان د هغې نقشې په مطابق جوړ کړئ کومه چې زۀ درته ښايم.</verse>
				<verse number="10">هغوئ به زما دپاره د کيکر د لرګى نه يو صندوق جوړ کړى، چې پينځۀ څلوېښت اِنچه اوږد وى، اوويشت اِنچه پلن او اوويشت اِنچه لوړ وى.</verse>
				<verse number="11">دننه او بهر ورباندې د سوچه سرو زرو پترے وخېژوه او د دې د سر نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه.</verse>
				<verse number="12">د وړلو دپاره ورله د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړه او دا ورله په څلورو پښو پورې ولګوه، چې دوه کَړۍ يو خوا وى او دوه بل خوا وى.</verse>
				<verse number="13">د وړلو دپاره ورله د کيکر لرګى نه بازوګان جوړ کړه او د سرو زرو پترى ورباندې وخېژوه</verse>
				<verse number="14">او دا بازوګان د صندوق د وړولو دپاره په کړو کښې دواړو طرفونو ته وردننه کړه.</verse>
				<verse number="15">هغه بازوګان به په هغه کړو کښې پرېږدئ او وباسئ به يې ترېنه نه.</verse>
				<verse number="16">بيا د لوظ صندوق کښې هغه د کاڼو دوه تختې کېږده کومې چې زۀ درکوم، په کومو باندې چې حُکمونه ليکلى دى.</verse>
				<verse number="17">د سوچه سرو زرو يو سر ورله جوړ کړه چرته به چې کفاره ادا کيږى، چې پينځۀ څلوېښت اِنچه اوږد وى او اوويشت اِنچه پلن وى.</verse>
				<verse number="18">د ټکېدلے شوو سرو زرو نه دوه د وزرو والا مخلوق ورله جوړ کړه،</verse>
				<verse number="19">يو ورباندې په يو سر کښې او بل په بل سر کښې جوړ کړه نو چې دواړه د لوظ صندوق د کفارې د سر سره يوه ټُکړه شى.</verse>
				<verse number="20">د وزرو والا مخلوق دې د لوظ صندوق د کفارې په تخت باندې يو بل ته مخامخ وى او د هغوئ خورې وزرې دې د صندوق د کفارې تخت پټ کړى او مخونه به يې لاندې وى.</verse>
				<verse number="21">د کاڼى چې کومې دوه تختې زۀ درکوم هغه د لوظ صندوق کښې کېږده او هغه د کفارې تخت د صندوق دپاسه کېږده.</verse>
				<verse number="22">زۀ به تا سره هلته ملاقات وکړم او د دې دوو وزرو والا مخلوق په مينځ کښې چې د کفارې صندوق د سر دپاسه دى زۀ به تا له د اِسرائيلو دپاره خپل حُکمونه درکړم.</verse>
				<verse number="23">د کيکر لرګى نه يو مېز جوړ کړه، چې شپږ دېرش اِنچه اوږد وى، اتلس اِنچه پلن او اوويشت اِنچه لوړ وى.</verse>
				<verse number="24">په دې د سوچه سرو زرو پترے وخېژوه او د دې نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه.</verse>
				<verse number="25">ګېرچاپېره درې اِنچه پلنه يوه ژۍ ورله جوړه کړه او ژۍ نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه.</verse>
				<verse number="26">د دې وړلو دپاره د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړه او دا په هغه څلورو ګوټونو کښې ولګوه، چرته چې پښې دى.</verse>
				<verse number="27">دا کَړۍ به د ژۍ سره نزدې ولګولے شى چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا مېز وړلے شى.</verse>
				<verse number="28">دا بازوګان د کيکر لرګى نه جوړ کړه او په دې باندې د سرو زرو پترى وخېژوه.</verse>
				<verse number="29">د سوچه سرو زرو نه رکېبۍ او لوښى جوړ کړه او دغه شان د نذرانو تويَولو دپاره منګى او جامونه هم جوړ کړه.</verse>
				<verse number="30">دا مېز به د لوظ صندوق په مخکښې کېښودلے شى او ما ته پېش کړے شوې مقدسه روټۍ به د همېشه دپاره په مېز پرته وى.</verse>
				<verse number="31">د سوچه سرو زرو نه يو ډيوټ جوړ کړه. د دې بېخ او د دې ډنډا د ټکېدلے شوو سرو زرو نه جوړ کړه، د دې د ښۀ ښکارېدلو دپاره ګلونه، سره د غوټو او پاڼو جوړ کړه، چې د دې سره يوه ټُکړه شى.</verse>
				<verse number="32">د ډيوټ د اړخونو نه دې شپږ څانګې وتلې وى، چې درې په يو طرف وى او درې په بل طرف وى.</verse>
				<verse number="33">د دې شپږ واړو څانګو به درې درې د ښۀ ښکارېدو ګلونه وى، دا به سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان جوړ وى.</verse>
				<verse number="34">د ډيوټ د ډنډې به د ښۀ ښکارېدو څلور ګلونه وى، دا به سره د غوټو او د پاڼو د بادام د ګلونو په شان وى.</verse>
				<verse number="35">د دې درېو واړو څانګو د هرې يوې لاندې به يوه غوټۍ وى.</verse>
				<verse number="36">دا غوټۍ، څانګې او دا ډيوټ به د ټکېدلے شوو سوچه سرو زرو د يوې ټُکړې نه جوړ وى.</verse>
				<verse number="37">د ډيوټ دپاره اووۀ ډيوې جوړې کړه او هغه داسې کېږده چې د ډيوټ مخامخ ځليږى.</verse>
				<verse number="38">د هغې سرپوښونه او مجمعې د سوچه سرو زرو وى.</verse>
				<verse number="39">پينځۀ دېرش کلو سوچه سرۀ زر په دې ډيوټ او د دې په ټول سامان جوړولو کښې استعمال کړه.</verse>
				<verse number="40">ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړ کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د مقدسې خېمې يعنې زما د حضور خېمې دننه برخه د کتان د لسو پړدو نه جوړه کړه چې دا د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ د وړۍ نه تياره وى. په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړه.</verse>
				<verse number="2">هره يوه پړده په برابر ناپ جوړه کړه چې څوارلس ګزه اوږده وى او دوه ګزه پلنه وى.</verse>
				<verse number="3">پينځۀ پړدې په يو ځائ وګنډه. او هغه نورې پينځۀ پړدې هم په يو ځائ وګنډه.</verse>
				<verse number="4">په هره يوه جوړه کښې، د پړدې په بهرنۍ غاړه د آسمانى رنګ د کپړې کَړۍ جوړې کړه.</verse>
				<verse number="5">د وړومبۍ جوړې په وړومبۍ پړده پنځوس کَړۍ او پنځوس کَړۍ د دوېمې جوړې په آخرى پړده جوړې کړه چې دا کَړۍ يو بل ته مخامخ وى.</verse>
				<verse number="6">پنځوس د سرو زرو کُنډې جوړې کړه او هغه پړدې د يوې بلې سره مِلاو کړه نو ټوله مقدسه خېمه به يوه شى.</verse>
				<verse number="7">د خېمې پټولو دپاره د چېلو د وړو نه جوړې شوې يوولس پړدې واخله.</verse>
				<verse number="8">دا ټولې په يو ناپ جوړې کړه، چې پينځلس ګزه اوږدې او دوه ګزه پلنې وى.</verse>
				<verse number="9">پينځۀ پړدې په يو ځائ وګنډه او هغه نورې شپږ هم يو ځائ وګنډه. شپږمه پړده د خېمې په مخکښېنۍ حِصه باندې غبرګه کړه.</verse>
				<verse number="10">د يوې جوړې د آخرى پړدې په غاړه پنځوس کَړۍ جوړې کړه او د هغه بلې جوړې په غاړه هم پنځوس کَړۍ جوړې کړه.</verse>
				<verse number="11">د زېړو پنځوس کُنډې جوړې کړه او هغه په کړو کښې واچوه چې هغه دوه جوړې مِلاو کړى نو داسې به دا د خېمې سره يو ځائ شى.</verse>
				<verse number="12">هغه زياته شوې نيمه برخه به د خېمې شا ته ځوړنده وى.</verse>
				<verse number="13">د پړدو دواړو طرفونو ته چې په اوږدوالى کښې کوم نيم ګز زيات شوے دے هغه به راځوړند وى چې خېمه پټه کړى.</verse>
				<verse number="14">دوه نورې پړدې هم جوړې کړه، يوه پړده د ګډو د څرمنې نه چې سور رنګ ورکړے شوے وى او بله د ښې څرمنې نه جوړه کړه، چې د پاس نه پرې خېمه پټه کړے شى.</verse>
				<verse number="15">خېمې له د ودرولو دپاره د کيکر د لرګى نه چوکاټونه جوړ کړه.</verse>
				<verse number="16">چې هر يو چوکاټ پينځلس فټه اوږد وى او اوويشت اِنچه پلن وى،</verse>
				<verse number="17">په بېخ کښې ورله دوه يو شان تختې هم جوړې کړه چې چوکاټونه ونښلوى. د ټولو چوکاټونو دې دا تختې وى.</verse>
				<verse number="18">د خېمې جنوب طرف دپاره شل چوکاټونه جوړ کړه</verse>
				<verse number="19">او څلوېښت د سپينو زرو پښې چې ورلاندې شى، چې د هر يو چوکاټ لاندې دوه دوه وى چې هغه دوه وړاندينۍ حِصې ونيسى.</verse>
				<verse number="20">د خېمې د شمال په طرف هم شل چوکاټونه جوړ کړه</verse>
				<verse number="21">او څلوېښت د سپينو زرو پښې جوړې کړه، چې د هر يو چوکاټ لاندې دوه دوه وى.</verse>
				<verse number="22">د خېمې شا دپاره چې د نمرپرېواتۀ په طرف دے، شپږ چوکاټونه جوړ کړه،</verse>
				<verse number="23">او دوه چوکاټونه د خېمې د ګوټونو دپاره جوړ کړه.</verse>
				<verse number="24">د ګوټونو دا چوکاټونه به په بېخ کښې مِلاو وى او د لاندې نه واخله تر سره پورې به انښتى وى. دا دوه چوکاټونه به هم دغه شان جوړولے شى چې د کومو نه دوه ګوټونه جوړولے شى.</verse>
				<verse number="25">نو اتۀ چوکاټونه او شپاړس د سپينو زرو پښې به وى، چې د هر چوکاټ لاندې به دوه دوه وى.</verse>
				<verse number="26">د کيکر لرګى نه پينځلس لاړى جوړ کړه، پينځۀ د خېمې د هغه چوکاټونو دپاره چې په يو طرف باندې وى،</verse>
				<verse number="27">پينځۀ د هغه چوکاټونو دپاره چې په بل طرف باندې وى او پينځۀ د هغه چوکاټونو دپاره چې نمرخاتۀ طرف شا ته په آخر سر کښې وى.</verse>
				<verse number="28">د چوکاټونو تير به د يو سر نه تر بل سره پورې پوره رسېدلے وى.</verse>
				<verse number="29">په چوکاټونو د سرو زرو پترى وخېژوه او د سرو زرو کَړۍ ورله جوړې کړه چې لاړى ونيسى، په لاړو به هم د سرو زرو پترى خېژولے شى.</verse>
				<verse number="30">دا خېمه د هغه نقشې په مطابق ودروه کومه چې ما تا ته په غرۀ ښودلې وه.</verse>
				<verse number="31">د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى. په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړه.</verse>
				<verse number="32">دا د کيکر لرګى په څلورو ستنو باندې، په کُنډو کښې راځوړنده کړه په کومو ستنو چې د سرو زرو پترى خېژولے شوى وى او د سپينو زرو په څلورو پښو باندې به ولاړې وى.</verse>
				<verse number="33">دا پړده د خېمې په چت کښې د کُنډو په قطار کښې ځوړنده کړه او د پړدې نه شا ته د لوظ صندوق کېږده چې په هغې کښې د کاڼو دوه تختې دى. دا پړده به مقدس ځائ د زيات مقدس ځائ نه جدا کوى.</verse>
				<verse number="34">د لوظ صندوق د کفارې په تخت بند کړه.</verse>
				<verse number="35">د زيات مقدس ځائ نه بهر د خېمې ښى طرف ته مېز او ګس طرف ته يې هغه ډيوټ کېږده.</verse>
				<verse number="36">د خېمې د ننوتلو دروازې دپاره د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى او چې دا په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوے وى.</verse>
				<verse number="37">د دې پړدې دپاره د سرو زرو کُنډې جوړې کړه او د کيکر لرګى نه پينځۀ ستنې جوړې کړه چې د سرو زرو پترى ورباندې خېژولے شوى وى، او د دې ستنو دپاره پينځۀ د زېړو پښې جوړې کړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">د کيکر لرګى نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. هغه به څلور‌ګوټه وى، چې اووۀ نيم فټه اوږده وى، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وى.</verse>
				<verse number="2">د دې دپاره د څلورو ګوټونو دپاسه د ښکرو په شان څيزونه جوړ کړه چې د قربان‌ګاه سره يو ځائ شى او په دې هر څۀ باندې به د زېړو پترى وخېژولے شى.</verse>
				<verse number="3">د ايرو د لرې کولو دپاره لوښى، بېلچې، جامونه، درې غاښى او د ګرمې ايرې دپاره لوښى جوړ کړه. دا ټول سامان د زېړو نه جوړ کړه.</verse>
				<verse number="4">او تۀ د زېړو يوه جالۍ هم جوړه کړه او د هغې په ګوټونو باندې د وړلو دپاره څلور د زېړو کَړۍ ولګوه.</verse>
				<verse number="5">دا جالۍ د قربان‌ګاه د ژۍ لاندې کېږده نو چې د قربان‌ګاه مينځ ته ورسيږى.</verse>
				<verse number="6">د وړلو دپاره د کيکر لرګى نه ورله بازوګان جوړ کړه او د زېړو پترى ورباندې وخېژوه،</verse>
				<verse number="7">نو د قربان‌ګاه دواړو طرفونو ته چې کومې کَړۍ دى په هغې کښې بازوګان ولګوه.</verse>
				<verse number="8">قربان‌ګاه د تختو نه جوړه کړه او تشه يې پرېږده، هم د هغې نقشې په مطابق چې ما درته په غرۀ باندې ښودلې وه.</verse>
				<verse number="9">د کتان د پړدو نه زما د حضور خېمې دپاره دربار جوړ کړه چې د جنوب طرف يې پنځوس ګزه اوږد وى،</verse>
				<verse number="10">دا به د زېړو د شلو ستنو په ذريعه د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په مدد سره ټينګولے شى.</verse>
				<verse number="11">د دربار شمال طرف ته دې هم دغه شان وکړے شى.</verse>
				<verse number="12">په نمرپرېواتۀ طرف به د لسو ستنو او لسو پښو سره پينځويشت ګزه اوږدې پړدې وى.</verse>
				<verse number="13">نمرخاتۀ طرف دربار به هم پينځويشت ګزه اوږد وى، چې هلته دروازه هم ده.</verse>
				<verse number="14">د دروازې په دواړه طرف د درېو ستنو او درېو پښو سره اووۀ نيم ګزه پړدې به هم وى.</verse>
				<verse number="15"></verse>
				<verse number="16">يواځې دروازې له دې لس ګزه اوږده پړده وى چې د کتان نه جوړه شوې وى چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى او په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وى. دا دې د څلورو ستنو او څلورو پښو په ذريعه ټينګه کړے شى.</verse>
				<verse number="17">د دربار ګېرچاپېره ټولې ستنې به د سپينو زرو د سيخونو سره انښلولے شى او د هغې کُنډې به د سپينو زرو وى او پښې به يې زېړو نه جوړولے شى.</verse>
				<verse number="18">دا دربار به پنځوس ګزه اوږد وى او پينځويشت ګزه پلن وى او دوه نيم ګزه لوړ وى. د دې پړدې به د کتان نه او پښې به يې د زېړو نه جوړې وى.</verse>
				<verse number="19">په خېمه کښې چې څومره سامان استعماليږى او د خېمې او دربار دپاره ټول موږى به د زېړو نه جوړولے شى.</verse>
				<verse number="20">بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې د ډيوې دپاره د زيتُونو سوچه تېل درله راوړى، چې دا هره شپه بله وساتلے شى.</verse>
				<verse number="21">هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="28">
				<verse number="1">خپل ورور هارون او د هغۀ زامن، ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر ځان له راوله. هغوئ د بنى اِسرائيلو د مينځ نه رابېل کړه، چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="2">د خپل ورور هارون دپاره د اِمامانو جامې جوړې کړه، چې هغۀ ته عزت او ښائست مِلاو شى.</verse>
				<verse number="3">ټول ماهِر خلق راوغواړه کومو له چې ما مهارت ورکړے دے او هغوئ ته ووايه چې د هارون جامې جوړې کړى، نو چې هغه د يو اِمام په توګه زما خِدمت ته وقف شى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ ته ووايه چې يو د سينې جېب، يو پېش بند، يوه چُوغه، يو قميص چې ګُلکارى ورباندې شوې وى، يو پټکے او يو کمربند جوړ کړى. هغوئ به د اِمامانو دا جامې ستا ورور هارون او د هغۀ زامنو له جوړوى، چې دوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.</verse>
				<verse number="5">هغه ماهِر خلق به د آسمانى رنګ، کاسنى او سور رنګ وړۍ، د سرو زرو تار او د کتان نه کار اخلى.</verse>
				<verse number="6">هغوئ به پېش بند د آسمانى رنګ، کاسنى او سور رنګ وړۍ، د سرو زرو تار او د کتان نه جوړوى، چې په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوے وى.</verse>
				<verse number="7">دواړو طرفونو ته دې ورباندې د اوږې پټۍ لګېدلې وى، چې د دې په ذريعه تړلے شى.</verse>
				<verse number="8">يو ښۀ ګُلکارى شوے کمربند چې د سرو زرو آسمانى او کاسنى او سور رنګ تارونو نه جوړ وى هغه دې د پېش بند سره ونښلولے شى.</verse>
				<verse number="9">دوه اونيکس کاڼى واخله او په هغې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه پاخۀ وليکه،</verse>
				<verse number="10">د هغوئ د پېدايښت په مطابق چې شپږ نومونه په يو کاڼى او شپږ په بل کاڼى باندې وى.</verse>
				<verse number="11">په هغه دوو کاڼو باندې د يعقوب د زامنو نومونه د يو ماهِر زرګر په ذريعه وليکه او دا کاڼى په سرو زرو کښې ګېر کړه.</verse>
				<verse number="12">دا د پېش بند د ولى په پټو باندې ولګوه چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى کوى. نو داسې هارون به د هغوئ نومونه ګرځوى، نو زۀ، مالِک خُدائ به خپل خلق همېشه دپاره ياد ساتم.</verse>
				<verse number="13">د سرو زرو دوه نور څيزونه جوړ کړه چې دا کاڼى په کښې ګېرولے شى</verse>
				<verse number="14">او دوه د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړه چې د تارونو په شان تاو شوى وى او د سرو زرو په دې څيزونو پورې يې ونښلوه.</verse>
				<verse number="15">د مشر اِمام دپاره يو د سينې جېب جوړ کړه چې د خُدائ پاک رضا معلومولو دپاره يې استعمالوى. دا به هم د هغه کتان نه جوړ وى د کوم نه چې پېش بند جوړ دے او هم هغه شان ګُلکارى به ورباندې شوې وى.</verse>
				<verse number="16">دا به څلور‌ګوټه او دوه غبرګه وى، نهۀ اِنچۍ به اوږد او نهۀ اِنچۍ پلن وى.</verse>
				<verse number="17">په هغه څلور قطاره قيمتى کاڼى ولګوه، په اول قطار کښې ياقوت، يو طوپاز او يو لعل ولګوه،</verse>
				<verse number="18">په دوېم قطار کښې يو زمرد، يو نيلم او يوه هيره ولګوه،</verse>
				<verse number="19">په درېم قطار کښې يو کائنائټ، يو عقيق او يو کټېله ولګوه،</verse>
				<verse number="20">او په څلورم قطار کښې يو ايکوامرين، يو اونيکس کاڼے او يو جاسپر ولګوه. دا به په سرو زرو کښې ګېر شوى وى.</verse>
				<verse number="21">په دې دولسو کاڼو په هر يو کاڼى باندې دې د يعقوب د يو زوئ نوم ليکلے وى، چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى وشى.</verse>
				<verse number="22">د سينې جېب دپاره د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړه، چې د تارونو په شان تاو شوى وى.</verse>
				<verse number="23">د سرو زرو دوه کَړۍ جوړې کړه او د سينې د جېب په برنو ګوټونو پورې يې ونښلوه،</verse>
				<verse number="24">او د سرو زرو هغه دوه زنځيرونه په هغه کړو پورې وتړه.</verse>
				<verse number="25">د زنځيرونو دوه سرونه په هغه دوه څيزونو پورې وتړه چې په هغې کښې کاڼى ګېر کړے شوى دى او دا د پېش بند د اوږې په پټو باندې مخکښې طرف ته ونښلوه.</verse>
				<verse number="26">بيا دوه د سرو زرو کَړۍ جوړې کړه او دا د سينې د جېب لاندې ګوټونو دننه غاړې ته د پېش بند څنګ پورې ونښلوه.</verse>
				<verse number="27">دوه د سرو زرو نورې کَړۍ هم جوړې کړه او دا په لاندينۍ حِصه پورې د پېش بند د ولى دوه پټو په مخکښې ونښلوه چې ګنډ ته نزدې وى او په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى کمربند دپاسه وى.</verse>
				<verse number="28">د سينې د جېب کَړۍ د پېش بند کړو پورې د آسمانى رنګ مزى سره وتړه، نو چې د سينې جېب په کمربند باندې پروت وى او ترې نه لرې نۀ شى.</verse>
				<verse number="29">نو چې کله هارون مقدس ځائ ته ورننوځى، هغه به د سينې جېب د ځان سره وړى چې په کوم باندې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نومونه ليکلے شوى دى، نو زۀ مالِک خُدائ به خپل خلق همېشه دپاره ياد ساتم.</verse>
				<verse number="30">د اُوريم او تميم کاڼى د سينې په جېب کښې کېږده، چې کله هارون زما پاک حضور ته راځى نو هغه به د ځان سره دا راوړى. په داسې وختونو کښې به هغه خامخا د سينې جېب اغوندى، چې د بنى اِسرائيلو دپاره د مالِک خُدائ رضا معلوموى.</verse>
				<verse number="31">چې کومه چُوغه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى هغه به ټوله د آسمانى رنګ د وړۍ نه جوړولے شى.</verse>
				<verse number="32">په هغې کښې به د سر دپاره يو سورے وى، چې غاړه يې مضبوطه ګنډلے شوى وى چې ونۀ شليږى.</verse>
				<verse number="33">د دې په لاندې پېنڅه باندې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ تار انار جوړ کړه او د هر انار په مينځ کښې دې د سرو زرو ټلۍ وى.</verse>
				<verse number="34"></verse>
				<verse number="35">چې کله هارون د اِمام په توګه خِدمت کوى نو هغه به دا چُوغه اغوندى. چې کله هغه زما په حضور کښې مقدس ځائ ته ننوځى يا ترې نه وځى، نو د ټلو آواز به اورېدلے شى او هغه به نۀ مړ کيږى.</verse>
				<verse number="36">د سوچه سرو زرو نه يوه نښه جوړه کړه او په هغې باندې وليکه، ”مالِک خُدائ ته وقف شوے.“</verse>
				<verse number="37">دا د يو آسمانى رنګ مزى سره د پټکى مخې ته وتړه.</verse>
				<verse number="38">هارون به دا په خپل تندى باندې وتړى، نو زۀ مالِک خُدائ به هغه نذرانې قبلوم چې بنى اِسرائيل يې ما ته وقف کوى، کۀ خلق د دې په پېش کولو کښې څۀ غلطى هم کوى.</verse>
				<verse number="39">د هارون دپاره د کتان نه يو قميص جوړ کړه او د کتان نه ورله پټکے جوړ کړه او يو کمربند هم جوړ کړه چې ګُلکارى ورباندې شوې وى.</verse>
				<verse number="40">د هارون د زامنو دپاره قميصونه، کمربند او ټوپۍ جوړې کړه، چې هغوئ ته عزت او ښائست مِلاو شى.</verse>
				<verse number="41">دا جامې خپل ورور هارون او د هغۀ زامنو ته ورواغونده. بيا هغوئ مقرر کړه او هغوئ ما ته وقف کولو دپاره د زيتُونو په تېلو غوړ کړه، نو داسې به هغوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.</verse>
				<verse number="42">هغوئ له د کتان نه جانګى جوړ کړه، چې د ملا نه د پنډو پورې رسيږى، نو چې د هغوئ د سَتر ځايونه بربنډ نۀ شى.</verse>
				<verse number="43">هارون او د هغۀ زامن به خامخا همېشه دپاره دا اغوندى چې کله هغوئ زما په حضور کښې خېمې ته ننوځى يا چې په مقدس ځائ کښې د اِمامانو په توګه خِدمت کوى او قربان‌ګاه ته ورنزدې کيږى، ګنې د سَتر ځايونو بربنډولو په وجه به ګناهګار شى او وبه وژلے شى. د هارون او د هغۀ د اولاد دپاره به دا حُکم د همېشه دپاره وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="29">
				<verse number="1">هارون او د هغۀ زامن د اِمامانو په توګه زما په خِدمت کښې وقف کولو دپاره داسې وکړه چې يو سخے او دوه ګډان راونيسه چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.</verse>
				<verse number="2">د غنمو د ټولو نه ښۀ اوړۀ واخله، خو چې خمبيره په کښې نۀ وى او درې قِسمه روټۍ ترې نه پخې کړه چې د څۀ سره د زيتُونو تېل ګډ وى، څۀ چې سپورې وى او څۀ په تېلو غوړې وى.</verse>
				<verse number="3">دا په شکور کښې کېږده او چې کله هغه سخے او هغه دوه ګډان ما ته قربانى کړې نو دا هم ورسره راوړه.</verse>
				<verse number="4">هارون او د هغۀ زامن زما د حضور خېمې دروازې ته راوله او هغوئ له غسل ورکړه.</verse>
				<verse number="5">بيا هارون ته د اِمامانو دا لِباس ورواغونده، قميص او چُوغه چې کومه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى، پېش بند او د سينې جېب د ښۀ ګُلکارى شوى کمربند سره وتړه.</verse>
				<verse number="6">هغۀ ته پټکے ورپه سر کړه او په دې باندې د سرو زرو پټۍ وتړه چې هغه نښه ورباندې لګېدلې وى.</verse>
				<verse number="7">بيا د زيتُونو تېل واخله او د مقررولو د نښې په طور د هغۀ سر مسح کړه.</verse>
				<verse number="8">د هغۀ زامن راوله او قميصونه ورواغونده،</verse>
				<verse number="9">هغوئ ته دا کمربند وتړه او ټوپۍ ورپه سر کړه. نو تۀ به هارون او د هغۀ زامن مقرر کړې. هغوئ او د هغوئ اولاد به د اِمامانو په توګه همېشه دپاره زما خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="10">هغه سخے زما د حضور خېمې مخې ته راوله او هارون او د هغۀ زامنو ته ووايه چې خپل لاسونه د هغې په سر کېږدى.</verse>
				<verse number="11">سخے د خېمې په دروازه کښې زما په حضور کښې حلال کړه.</verse>
				<verse number="12">د خپلې ګوتې سره د سخى څۀ وينه واخله او د قربان‌ګاه د څلورو ښکرونو په شان څيزونو پورې يې وسُولوه. بيا هغه پاتې وينه د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړه.</verse>
				<verse number="13">بيا، هغه ټوله وازګه واخله کومه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه او دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې پرته وى او د يوې نذرانې په توګه يې په قربان‌ګاه باندې ما ته وسوزوه.</verse>
				<verse number="14">خو د سخى غوښه، څرمن او د هغۀ سوټې د خېمو نه بهر وسوزوه. دا د اِمامانو د ګناه معاف کېدلو دپاره يوه نذرانه ده.</verse>
				<verse number="15">د هغه ګډانو نه يو ګډ راونيسه او هارون او د هغۀ زامنو ته ووايه چې خپل لاسونه د هغۀ په سر باندې کېږدى.</verse>
				<verse number="16">هغه حلال کړه او وينه يې واخله او د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته يې وشينده.</verse>
				<verse number="17">ګډ ټوټې ټوټې کړه، د هغۀ کولمې او وروستو پښې ووينځه او دا د ګډ سر او د نورو ټوټو سره کېږده.</verse>
				<verse number="18">ټول ګډ په قربان‌ګاه باندې وسوزوه، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه ده. د دې خوشبوئى په هغۀ ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="19">هغه بل ګډ هارون او د هغۀ زامنو له راوله او هغوئ دې خپل لاسونه د هغې په سر کېږدى.</verse>
				<verse number="20">ګډ حلال کړه او څۀ وينه يې واخله او دا د هارون او د هغۀ د زامنو د ښى غوږُونو په نرمو ځايونو پورې، د هغوئ د ښى لاسونو په غټو ګوتو پورې او د هغوئ د ښۍ پښو په غټو ګوتو پورې ولګوه. بيا هغه پاتې وينه د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته وشينده.</verse>
				<verse number="21">څۀ وينه واخله چې کومه په قربان‌ګاه باندې پرته وى او څۀ د غوړولو تېل واخله او دا د هارون او د هغۀ په جامو او د هغۀ زامنو او د هغوئ په جامو باندې وشينده. نو هغه، د هغۀ زامن او د هغوئ جامې به ما ته وقف شى.</verse>
				<verse number="22">د ګډ وازګه، لم، هغه وازګه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه، دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې وى او ښے پتُون دا ټول پرې کړه.</verse>
				<verse number="23">د روټۍ هغه شکور چې کوم ما ته پېش کړے شوے دے، د هر يو قِسمه روټۍ نه يوه يوه روټۍ راواخله.</verse>
				<verse number="24">دا ټول د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېږده او هغوئ ته ووايه چې دا ټول د دې ښکاره کولو دپاره اوچت کړى چې دا مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه وقف کوى.</verse>
				<verse number="25">بيا دا د هغوئ د لاسونو نه واخله او دا په قربان‌ګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې سره وسوزوه. د دې خوشبو هم په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="26">تۀ به د دوېم ګډ پوښتۍ وخورې، خو تۀ به وړومبے دا اوچتې کړې چې ښکاره کړې چې دا غوښه ما ته وقف کيږى.</verse>
				<verse number="27">کله چې اِمامان مقررولے شى هغه د ګډ پوښتۍ او پتُون کوم چې د مقررولو دپاره استعماليږى هغه به اوچت کړے شى او د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره به بېل کړے شى.</verse>
				<verse number="28">دا زما نۀ بدلېدونکے قانون دے چې کله بنى اِسرائيل د سلامتۍ قربانۍ پېش کوى، د ځناور پوښتۍ او پتُون به د اِمامانو وى. دا زما د خلقو د طرف نه مالِک خُدائ ته نذرانه ده.</verse>
				<verse number="29">د هارون د اِمامت لِباس د هغۀ د مرګ نه پس به د هغۀ زامنو ته ملاويږى، ځکه چې کله هغوئ مقررولے شى نو هغوئ به دا اغوندى.</verse>
				<verse number="30">د هارون کوم زوئ چې د هغۀ په ځائ اِمام شى او چې هغه زما د حضور خېمې ته د خِدمت دپاره ننوځى نو هغه به دا لِباس اووۀ ورځې اغوندى.</verse>
				<verse number="31">د ګډ هغه غوښه واخله کومه چې د هارون او د هغۀ د زامنو په مقررولو کښې استعمال شوې وى او په يو پاک ځائ کښې يې اويشوه.</verse>
				<verse number="32">هارون او د هغۀ زامن به هغه غوښه زما د حضور خېمې په دروازه کښې د هغه روټۍ سره خورى کومه چې په شکور کښې پاتې وى.</verse>
				<verse number="33">د مقرر کېدلو په وخت کښې چې د کفارې د رسم ادا کولو دپاره څۀ استعمال شوى وُو هغوئ به هغه خورى. صِرف اِمامان به دا خوراک خورى ځکه چې دا خوراک مقدس دے.</verse>
				<verse number="34">کۀ څۀ غوښه يا څۀ روټۍ تر سحره پورې پاتې شى، نو هغه به سوزولے شى، هغه به نۀ شى خوړلے، ځکه چې مقدسه ده.</verse>
				<verse number="35">د هارون او د هغۀ د زامنو د مقرر کېدلو رسمونه دې اووۀ ورځې کولے شى هم هغه شان چې څنګه ما حُکم درکړے دے.</verse>
				<verse number="36">هره ورځ خامخا يو سخے د نذرانې په توګه قربانى کوئ، نو چې د ګناه کفاره ادا کيږى. دا به قربان‌ګاه پاکه کړى. د مقدس کولو دپاره يې د زيتُونو په تېلو غوړه کړئ.</verse>
				<verse number="37">هره ورځ تر اووۀ ورځو پورې تۀ کفاره ادا کوه. نو قربان‌ګاه به بېخى مقدسه شى او هر څوک يا هر څيز چې د هغې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى.</verse>
				<verse number="38">تۀ همېشه دپاره هره ورځ ما ته دوه ګډورى په قربان‌ګاه پېش کوه چې د يو کال وى.</verse>
				<verse number="39">يو ګډُورے د سحر په وخت کښې د قربانۍ په توګه پېش کوه او بل په ماښام کښې.</verse>
				<verse number="40">د وړومبى ګډُورى سره يو کلو د غنمو ښۀ اوړۀ پېش کړه چې د زيتُونو يو ليټر سوچه تېل ورسره ګډ وى. او يو ليټر مے د نذرانې په توګه پېش کړه.</verse>
				<verse number="41">دوېم ګډُورے په ماښام کښې قربانى کړه او د سحر په شان هم هغه هومره اوړو سره، د زيتُونو تېلو او مے سره يې پېش کړه. دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه ده او د دې خوشبو په هغۀ ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="42">په راتلونکى ټولو وختونو کښې، دا سوزېدونکې نذرانه زما د حضور خېمې د دروازې په خولۀ کښې به پېش کولے شى. چې هلته به تاسو د مالِک خُدائ سره ملاقات وکړئ او تا سره به خبرې وکړى.</verse>
				<verse number="43">هلته به بنى اِسرائيل زما سره ملاقات وکړى او زما د حضور جلال به هغه ځائ مقدس کړى.</verse>
				<verse number="44">زۀ به خېمه او قربان‌ګاه مقدس کړم او زۀ به هارون او د هغۀ زامن رابېل کړم چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.</verse>
				<verse number="45">زۀ به د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="46">هغوئ ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم چا چې هغوئ د مِصر د مُلک نه راوويستل چې زۀ د هغوئ په مينځ کښې اوسېږم. زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="30">
				<verse number="1">د خوشبويۍ سوزولو دپاره، د کيکر د لرګى نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړه.</verse>
				<verse number="2">دا به څلور‌ګوټه وى، چې اتلس اِنچۍ اوږده، اتلس اِنچۍ پلنه او يو ګز اوچته وى. د ښکرو په شان څلور ګوټونه ورله جوړ کړه چې ورسره يو ځائ شى.</verse>
				<verse number="3">د هغې په چت، څلورو واړو طرفونو او د هغې د ښکرونو په شان څيزونو باندې د سوچه سرو زرو پترى وخېژوه او ګېرچاپېره ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه.</verse>
				<verse number="4">د وړلو دپاره دوه د سرو زرو ګول کَړۍ ورله جوړې کړه او لاندې يې دواړو طرفونو ته د غاړې سره وتړه چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا وړلے شى.</verse>
				<verse number="5">بازوګان د کيکر د لرګى نه جوړ کړه او په دې باندې د سرو زرو پترى وخېژوه.</verse>
				<verse number="6">دا قربان‌ګاه د هغې پړدې نه بهر کېږده کومه چې د لوظ صندوق مخې ته ځوړنده ده. دا هغه ځائ دے چې چرته به زۀ تا سره ملاقات کوم.</verse>
				<verse number="7">هر سحر وختى چې هارون کله د ډيوو تيارولو له راځى، هغه به په دې باندې خوشبويۍ سوزوى.</verse>
				<verse number="8">چې کله هغه په ماښام کښې ډيوې بلوى نو هم دغه شان به کوى. دا د خوشبويۍ نذرانه به په راتلونکى ټولو وختونو کښې جارى ساتلے شى.</verse>
				<verse number="9">په دې قربان‌ګاه باندې حرامه خوشبوئى مۀ پېش کوئ او د يو ځناور نذرانه، يا د غلې نذرانه مۀ پېش کوئ او يا د څښلو څۀ نذرانه هم په دې مۀ تويَوئ.</verse>
				<verse number="10">په کال کښې يو ځل به هارون د قربان‌ګاه د کفارې رسم ادا کوى، چې کله د ګناه دپاره د قربان شوى ځناور وينه د قربان‌ګاه د ښکرو په شان څيزونو باندې تويَولے شى نو دا پاکيږى. په راتلونکى ټولو وختونو کښې به دا د کفارې رسم هر کال ادا کيږى. دا قربان‌ګاه به پوره مقدسه وى، ځکه چې دا ما مالِک خُدائ ته وقف ده.“</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="12">”کله چې تۀ د بنى اِسرائيلو مردم‌شمارى کوې، نو هر يو سړے به ما له د خپل ژوند قيمت راکوى، چې کله مردم‌شمارى کيږى، نو هيڅ بلا به ورباندې نۀ راځى.</verse>
				<verse number="13">هر يو کس چې په دې مردم‌شمارۍ کښې شامليږى نو هغه به خامخا د منلے شوى معيار په مطابق هغه مقرر شوے قيمت ورکوى. هر يو کس به دا مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه ورکوى.</verse>
				<verse number="14">هر يو کس به په دې مردم‌شمارۍ کښې شمېرلے شى، د هر يو کس عُمر چې شل کاله يا د شلو کالو نه زيات وى، نو هغه به دا قيمت ورکوى.</verse>
				<verse number="15">چې کله هغوئ مالِک خُدائ ته د خپل ژوند قيمت ادا کوى نو مالدار او غريب به يو برابر ورکوى.</verse>
				<verse number="16">د بنى اِسرائيلو نه د کفارې دا پېسې راټولوه او زما د حضور په خېمه يې خرچ کوه. دا محصُول به د هغوئ د ژوند قيمت وى او زۀ، مالِک خُدائ به هغوئ ياد ساتم او د هغوئ حِفاظت به کوم.“</verse>
				<verse number="17">او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="18">”د وينځلو دپاره د زېړو يو ښانک جوړ کړه چې بېخ يې هم د زېړو وى. دا د خېمې او د قربان‌ګاه په مينځ کښې کېږده او په هغې کښې اوبۀ واچوه.</verse>
				<verse number="19">هارون او د هغۀ زامن به په دې اوبو خپل لاسونه او پښې وينځى</verse>
				<verse number="20">د هغې نه مخکښې چې هغوئ خېمې ته ننوځى يا چې قربان‌ګاه ته د خوراک نذرانه پېش کولو دپاره نزدې کيږى. نو هغوئ به نۀ مړۀ کيږى.</verse>
				<verse number="21">هغوئ دې خامخا خپل لاسونه او پښې وينځى، چې مړۀ نۀ شى. دا يو قانون دے چې هغوئ او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره په دې عمل کوى.“</verse>
				<verse number="22">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="23">”دا ښې مصالحې واخله، شپږ کلو اوبۀ شوې خوشبوداره مُر، درې کلو خوشبوداره دارچينى، درې کلو خوشبودار لرګے،</verse>
				<verse number="24">او شپږ کلو د سناد د پاڼو مصالحه، دا ټول به د منلے شوى معيار په مطابق تَللے شوى وى. څلور ليټره د زيتُونو تېل هم ورسره مِلاو کړه،</verse>
				<verse number="25">او د غوړولو مقدس تېل ترې نه جوړ کړه، داسې يې مِلاو کړه لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى.</verse>
				<verse number="26">په دې باندې دا څيزونه غوړ کړه، زما د حضور خېمه، د لوظ صندوق،</verse>
				<verse number="27">مېز او د هغې ټول سامان، ډيوټ او د هغې سامان، د خوشبويۍ سوزولو قربان‌ګاه،</verse>
				<verse number="28">د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه، ورسره د هغې ټول سامان، او د وينځلو ښانک او د دې بېخ هم په تېلو غوړ کړه.</verse>
				<verse number="29">په دې طريقه دا څيزونه وقف کړه او دا به بېخى مقدس شى او هر څوک يا هر څيز چې د دې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى.</verse>
				<verse number="30">بيا د هارون او د هغۀ د زامنو سرونه په تېلو غوړ کړه او زما په خِدمت کښې يې د اِمامانو په توګه مقرر کړه.</verse>
				<verse number="31">بنى اِسرائيلو ته ووايه چې دا مقدس تېل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې زما په خِدمت کښې استعماليږى.</verse>
				<verse number="32">دا به د يو عام سړى په بدن باندې نۀ شى تويَولے او تاسو به د دې په شان خوشبويۍ نۀ جوړَوئ. دا مقدس دى او تاسو به خامخا دا مقدس ګڼئ.</verse>
				<verse number="33">کۀ هر څوک د دې په شان خوشبوئى جوړه کړى يا يې څوک د يو اِمام نه بغېر په بل چا پورې ولګوى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“</verse>
				<verse number="34">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د دې خوشبودارو مصالحو يوه يوه برابره حِصه واخله، مُر، صدف، کنډ او سوچه لوبان.</verse>
				<verse number="35">د دې نه عطر جوړ کړه، دا داسې مِلاو کړه لکه چې يو د عطرو والا دا کار کړے وى. مالګه په کښې مِلاو کړه چې سوچه او مقدس وى.</verse>
				<verse number="36">او د دې څۀ حِصه مېده مېده کړه، دا زما د حضور خېمې ته يوسه او دا د لوظ صندوق مخې ته کېږده، هلته به زۀ تا سره ملاقات وکړم. دا پوره مقدس وګڼئ.</verse>
				<verse number="37">د خپلو ځانونو دپاره داسې خوشبوئى مۀ جوړَوئ چې دا څيزونه په کښې په دې طريقه استعمال شوى وى. دا يو مقدس څيز او دا مالِک خُدائ ته وقف وګڼئ.</verse>
				<verse number="38">کۀ څوک داسې يو څيز هم جوړ کړى او د عطرو په توګه يې استعمال کړى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="31">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”ګوره، ما د يهوداه قبيلې، بضلى‌اېل غوره کړے دے، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے دے،</verse>
				<verse number="3">او ما هغه د خپل روح نه ډک کړے دے. ما هغۀ له پوهه، هُنر او د هر قِسم هُنر په کار کښې قابليت ورکړے دے،</verse>
				<verse number="4">د سرو زرو، سپينو زرو او د زېړو ښائسته کار کولو،</verse>
				<verse number="5">قيمتى کاڼى پرې کولو او تيارولو، د لرګى کار کولو، او د هر قِسم د هُنر کار دپاره.</verse>
				<verse number="6">او ګوره، ما اهلياب هم خوښ کړے دے چې د اخيسمک زوئ دے او د دان د قبيلې نه دے، چې هغوئ يو ځائ کار وکړى. ما نورو ټولو هُنرمندو له هم لوئ قابليت ورکړے دے، چې هغوئ هغه څۀ جوړ کړى چې ما حُکم ورکړے دے،</verse>
				<verse number="7">يعنې زما د حضور خېمه، د لوظ صندوق او د کفارې تخت چې ورباندې پروت دے، د خېمې نور ټول سامان،</verse>
				<verse number="8">مېز او د هغې سامان، د سوچه سرو زرو ډيوټ او د هغې ټول سامان، د خوشبويۍ د سوزولو قربان‌ګاه،</verse>
				<verse number="9">د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه او د هغې ټول سامان، د وينځلو ښانک او د هغې بېخ،</verse>
				<verse number="10">د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره د اِمامانو ښائسته لِباس چې کله هغوئ د اِمامانو په توګه خِدمت کوى نو دا دې استعمالوى،</verse>
				<verse number="11">د غوړولو تېل او د مقدس ځائ دپاره خوشبويۍ. دا څيزونه دې هم هغه شان جوړ کړى چې څنګه ما تا ته حُکم کړے دے.“</verse>
				<verse number="12">بيا مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړو</verse>
				<verse number="13">چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، تاسو د سبت، يعنې د آرام کولو ورځ منئ، دا به په راتلونکى ټولو وختونو کښې زما او ستاسو په مينځ کښې يوه نښه وى، چې تاسو ته پته ولګى چې ما مالِک خُدائ تاسو خپل خلق جوړ کړئ.</verse>
				<verse number="14">تاسو خامخا د سبت ورځ منئ، ځکه چې دا ستاسو دپاره مقدسه ده. چې څوک هم دا نۀ منى او په هغه ورځ کار کوى، نو هغه دې ووژلے شى. او څوک چې په هغه ورځ باندې کار کوى نو هغه به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.</verse>
				<verse number="15">ستاسو سره د خپل کار کولو دپاره شپږ ورځې شته، خو اوومه ورځ د سبت يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى.</verse>
				<verse number="16">بنى اِسرائيل دې دا ورځ د لوظ د يوې نښې په توګه همېشه دپاره منى.</verse>
				<verse number="17">دا به همېشه دپاره زما او د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې يوه نښه وى، ځکه چې ما مالِک خُدائ په شپږ ورځو کښې آسمان او زمکه جوړ کړل او په اوومه ورځ ما کار بس کړو او څۀ مې ونۀ کړل.“</verse>
				<verse number="18">چې کله خُدائ پاک د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو هغۀ له يې هغه د کاڼى دوه تختې ورکړې چې په کومو باندې خُدائ پاک په خپله حُکمونه ليکلى وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="32">
				<verse number="1">چې کله خلقو وليدل چې موسىٰ د غرۀ نه راکوز نۀ شو او ډېر وخت يې هلته تېر کړو، نو هغوئ په هارون راغونډ شول او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ نۀ پوهيږو چې په دې سړى، موسىٰ څۀ وشول، چې مونږ يې د مِصر نه راوويستلو، مونږ له معبودان جوړ کړه چې مونږ ته لارښودنه کوى.“</verse>
				<verse number="2">هارون هغوئ ته ووئيل، ”د خپلو ښځو، زامنو او د خپلو لوڼو نه د سرو زرو والۍ راوباسئ او ما له يې راوړئ.“</verse>
				<verse number="3">نو ټولو خلقو خپلې د سرو زرو والۍ راوويستلې او هارون له يې راوړې.</verse>
				<verse number="4">هغۀ د هغوئ والۍ واخستلې، ويلې يې کړې او د سخى په شکل يې يو بُت ترې نه جوړ کړو. هغوئ ووئيل، ”اے بنى اِسرائيلو، دا زمونږ خُدائ دے چې مونږ يې د مِصر د مُلک نه راوويستلو.“</verse>
				<verse number="5">بيا هارون د سرو زرو سخى په مخکښې يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او اِعلان يې وکړو، ”سبا به د مالِک خُدائ دپاره اختر وى.“</verse>
				<verse number="6">بل سحر وختى هغوئ څۀ ځناور راوستل چې د سوزېدونکې نذرانې په توګه يې قربان کړى او چې نور د خوړلو د سلامتۍ نذرانې په توګه پېش کړى. هغه خلق د خوړلو او څښلو دپاره کښېناستل او بيا هغوئ پاڅېدل، د مستۍ او عياشۍ سره ګډېدل.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سمدستى واپس لاندې کوز شه، ځکه چې ستا هغه خلق د ګناه په وجه خراب شوى دى، چې تا د مِصر نه راويستلى دى.</verse>
				<verse number="8">چې په کومه لاره ما هغوئ له د عمل کولو حُکم ورکړے وو هغوئ زر د هغې نه بې‌لارې شوى دى، هغوئ د ويلې شوى سرو زرو نه سخے جوړ کړے دے، د هغۀ عبادت يې کړے دے او قربانۍ يې ورته پېش کړى دى. هغوئ وائى چې هغه يې خُدائ دے چا چې د مِصر د مُلک نه راويستلى دى.</verse>
				<verse number="9">ما ته پته ده چې هغوئ څومره ضدى خلق دى.</verse>
				<verse number="10">اوس، تۀ ما مۀ منعې کوه. زۀ هغوئ ته په قهر يم او هغوئ تباه کوم. بيا به زۀ تا او ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم.“</verse>
				<verse number="11">خو موسىٰ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال کولو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ ولې خپلو خلقو ته دومره په قهر يې، چې هغوئ دې د خپل لوئ طاقت او خپل لوئ قُدرت سره د مِصر د مُلک نه راوويستل؟</verse>
				<verse number="12">مِصريانو ته دې د پېغور کولو موقع مِلاو شى څۀ چې ووائى چې تا خپل خلق د مِصر نه د دې دپاره راوويستل چې په غرونو کښې يې ووژنې او هغوئ بېخى تباه کړې؟ خپل قهر بس کړه، خپله فېصله بدله کړه او په خپلو خلقو دا تباهى مۀ راوله.</verse>
				<verse number="13">خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب راياد کړه، تا چې د هغوئ سره کوم پوخ لوظ کړے دے هغه راياد کړه چې هغوئ له به دومره ډېر اولاد ورکړې چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د هغوئ اولاد له به هغه ټول مُلک ورکوې چې تا يې وعده کړې ده چې هغه به همېشه دپاره د هغوئ وى.“</verse>
				<verse number="14">نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه او په خپلو خلقو يې هغه تباهى رانۀ وستله د کومې په حقله وى چې هغۀ فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="15">موسىٰ واپس د غرۀ نه راکوز شو، د ځان سره يې هغه د کاڼو دواړه تختې راوړې چې په دواړو مخونو يې حُکمونه ليکلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="16">خُدائ پاک په خپله هغه تختې تيارې کړې وې او حُکمونه يې ورباندې ليکلى وُو.</verse>
				<verse number="17">چې خلقو چغې وهلې نو يشوَع د خلقو شور واورېدو او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”په خېمو کښې د جګړې شور دے.“</verse>
				<verse number="18">موسىٰ وفرمائيل، ”دا نۀ د فتحې او نۀ د شکست آواز معلوميږى، زۀ چې څۀ اورم دا د هغوئ د سندرو آواز دے.“</verse>
				<verse number="19">چې کله موسىٰ خېمو ته ښۀ رانزدې شو او هغه سخے او د خلقو ګډېدل يې وليدل، نو سخت په قهر شو. هغۀ چې کومې تختې روانې کړې وې هغه يې هلته د غرۀ په لمن کښې وغورزولې او ماتې يې کړې.</verse>
				<verse number="20">هغوئ چې کوم سخے جوړ کړے وو هغه يې راواخستلو، په اور يې ويلې کړو او د اوړو په شان يې مېده مېده کړو او په اوبو کښې يې واچولو. بيا هغۀ دا په بنى اِسرائيلو باندې وڅښلو.</verse>
				<verse number="21">هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”دې خلقو درباندې څۀ کړى دى، چې په دومره سخته ګناه دې آخته کړى دى؟“</verse>
				<verse number="22">هارون ورته وفرمائيل، ”زما نېکه، ما ته مۀ په قهر کېږه، تا ته پته ده چې دا خلق څومره بد‌کاره دى.</verse>
				<verse number="23">هغوئ ما ته ووئيل چې مونږ ته پته نشته چې په دې سړى، موسىٰ باندې څۀ شوى دى، چې مونږ يې د مِصر مُلک نه راوويستلو، راځئ، چې معبودان جوړ کړُو چې مونږ ته لارښودنه کوى.</verse>
				<verse number="24">ما هغوئ ته ووئيل چې ما له خپل د سرو زرو کالى راوړئ او چې د چا سره وُو نو هغه يې راوويستل او ما له يې راکړل. ما هغه کالى په اور کښې واچول او دا سخے ترې نه پخپله جوړ شو.“</verse>
				<verse number="25">موسىٰ وليدل چې هارون هغه خلق خپلې خوښې ته پرېښى وُو او د قابو نه يې وتلى وُو او د خپلو دشمنانو په مخکښې يې خپل ځانونه شرمولى وُو.</verse>
				<verse number="26">موسىٰ د خېمو ځائ د دروازې په خولۀ کښې ودرېدلو او آواز يې وکړو، ”هر څوک چې د مالِک خُدائ سره وى، ما له دې راشى.“ نو ټول ليويان هغۀ ته راغونډ شول،</verse>
				<verse number="27">نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو هر يو کس ته دا حُکم کوى چې خپله تُوره راوباسئ او د خېمو د يو سر نه تر بل سره پورې ځئ او هر يو کس دې خپل وروڼه، خپل دوستان او خپل ګاونډيان ووژنئ.“</verse>
				<verse number="28">ليويانو د موسىٰ خبره ومنله او تقريباً درې زره کسان يې په هغه ورځ ووژل.</verse>
				<verse number="29">موسىٰ ليويانو ته ووئيل، ”نن تاسو خپل ځانونه د مالِک خُدائ په خِدمت کښې د اِمامانو په توګه وقف کړى دى، چې تاسو خپل زامن او وروڼه ووژل، نو مالِک خُدائ تاسو له خپل برکت درکړے دے.“</verse>
				<verse number="30">په ورپسې ورځ موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”تاسو يوه لويه ګناه کړې ده. خو زۀ به يو ځل بيا مالِک خُدائ له غرۀ ته وخېژم، کېدے شى چې زۀ ستاسو د ګناه کفاره ادا کړم.“</verse>
				<verse number="31">نو موسىٰ واپس مالِک خُدائ ته ورَغلو او وې فرمائيل، ”افسوس، دې خلقو يوه لويه ګناه کړې ده. هغوئ د سرو زرو نه خُدائ جوړ کړے دے او د هغۀ عبادت يې کړے دے.</verse>
				<verse number="32">اوس زۀ تا ته سوال کوم چې د هغوئ ګناه معاف کړه، خو کۀ تا داسې ونۀ کړل، نو بيا تۀ زما نوم د هغه کِتاب نه وران کړه چې په هغې کښې دې د خپلو خلقو نومونه ليکلى دى.“</verse>
				<verse number="33">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به د خپل کِتاب نه د هغوئ نومونه وران کړم چا چې زما خِلاف ګناه کړې ده.</verse>
				<verse number="34">اوس لاړ شه، خلق هغه ځائ ته بوځه کوم چې ما درته ښودلے دے. او ګوره، زما فرښته به ستا لارښودنه کوى، خو هغه وخت راروان دے چې زۀ به دې خلقو له د هغوئ د ګناه سزا ورکړم.“</verse>
				<verse number="35">نو مالِک خُدائ په هغه خلقو يو وبا راولېږله، ځکه چې د هغوئ په وجه هارون د سرو زرو سخے جوړ کړے وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="33">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ او دا خلق چې تا د مِصر د مُلک نه راوويستل، د دې ځائ نه لاړ شئ او هغه زمکې ته لاړ شئ د کومې چې ما اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او د هغوئ اولاد له د ورکولو لوظ کړے دے.</verse>
				<verse number="2">زۀ به ستاسو نه مخکښې يوه فرښته ولېږم او زۀ به کنعانيان، اموريان، حِتيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان وشړم.</verse>
				<verse number="3">تاسو هغه زرخېزې زمکې له ورروان شئ. خو زۀ به په خپله تاسو سره نۀ ځم، ځکه چې تاسو ضدى خلق يئ او کېدے شى چې زۀ تاسو په لاره کښې تباه کړم.“</verse>
				<verse number="4">چې کله خلقو دا واورېدل، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه او هغوئ نور کالى اچول بند کړل.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو چې هغوئ ته ووايه چې، ”تاسو ضدى خلق يئ. کۀ زۀ د لږ وخت دپاره هم ستاسو سره تلے وے، نو ما به تاسو تباه کړى وئ. اوس خپل کالى لرې کړئ، نو زۀ به فېصله وکړم چې ستاسو سره څۀ چل وکړم.“</verse>
				<verse number="6">چې کله اِسرائيليان د سينا غرۀ نه لاړل، نو هغوئ نور کالى اچول بس کړل.</verse>
				<verse number="7">چې کله به هم بنى اِسرائيلو خېمې ودرولې، نو موسىٰ به مقدسه خېمه وړله او د خېمو د ځائ نه لږه لرې به يې ودروله. او هغې ته به يې ”د مالِک خُدائ د حضور خېمه“ نوم اخستلو او چې چا به هم د مالِک خُدائ رضا معلومول غوښتل نو هغه به ورتللو.</verse>
				<verse number="8">چې کله به هم موسىٰ هلته تللو، نو خلق به پاڅېدل او د خپلو خېمو په خولۀ کښې ودرېدل او موسىٰ ته به يې تر هغې پورې کتل چې ورننه به وتلو.</verse>
				<verse number="9">څنګه چې به موسىٰ دننه تلو نو د وريځې ستن به لاندې راتله او د خېمې د دروازې په خولۀ کښې به ودرېدله او مالِک خُدائ به د وريځې نه د موسىٰ سره خبرې کولې.</verse>
				<verse number="10">چې څنګه به خلقو د خېمې د دروازې په خولۀ کښې د وريځې ستن وليدله، نو هر يو کس به پاڅېدلو او د خپلې خپلې خېمې د دروازې په خولۀ کښې به يې سجده کوله.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ به د موسىٰ سره مخامخ خبرې کولې، لکه چې يو کس يې د خپل ملګرى سره کوى. بيا به موسىٰ خېمو ته واپس راتلو. خو هغه زلمے، د نون زوئ، يشوَع چې د هغۀ مددګار وو، هغه به په خېمه کښې ايسارېدلو.</verse>
				<verse number="12">موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”ګوره، تا ما ته فرمائيلى دى چې دا خلق به هغه زمکې ته بوځم، خو تا ما ته دا ونۀ فرمائيل چې زما سره به تۀ څوک لېږې. تا ما ته فرمائيلى دى چې تا زۀ ښۀ پېژنم او ستا نه رضا يم.</verse>
				<verse number="13">اوس زۀ تا ته سوال کوم، تۀ ما ته خپلې ارادې وښايه چې زۀ ستا خِدمت وکړم او تا رضا کړم. دا هم ياد ساته چې تا دا قوم خپل خلق ګڼلى دى.“</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم او زۀ به تا له آرام درکړم.“</verse>
				<verse number="15">موسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ مونږ سره نۀ ځې، نو مونږ د دې ځائ نه مۀ بوځه.</verse>
				<verse number="16">چې تۀ مونږ سره نۀ ځې نو چا ته به څنګه پته ولګى چې تۀ د خپلو خلقو او زما نه رضا يې؟ تۀ چې مونږ سره يې، نو چې د زمکې په مخ څومره خلق دى د هغوئ نه به مونږ بل شان شُو.“</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به هم هغه شان وکړم لکه چې تا څنګه وئيلى دى، ځکه چې تا زۀ ښۀ پېژنم او زۀ ستا نه رضا يم.“</verse>
				<verse number="18">بيا موسىٰ وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه چې زۀ ستا د حضور جلال ووينم.“</verse>
				<verse number="19">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما شان او شوکت به ستا په مخکښې تېر شى او ستا په مخکښې به زۀ خپل مقدس نوم واخلم کوم چې مالِک خُدائ دے. زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم.</verse>
				<verse number="20">تۀ به زما ديدار ونۀ کړې، ځکه چې دا نۀ شى کېدے چې څوک ما وګورى او ژوندى پاتې شى،</verse>
				<verse number="21">خو ګوره، زما سره نزدې يو ځائ دے، تۀ هلته په يو ګټ باندې ودرېدے شې.</verse>
				<verse number="22">کله چې زما د حضور جلال هلته تېريږى، نو زۀ به تا د ګټ په يو غټ چاود کښې واچوم او زۀ به تا په خپل لاس سره تر هغې پورې پټ کړم چې تېر شم.</verse>
				<verse number="23">بيا به زۀ خپل لاس لرې کړم او تۀ به زما شا ووينې خو زما مخ به نۀ ليدلے کيږى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="34">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او زۀ به په هغې باندې هم هغه حُکمونه ليکم کوم چې په اولنو تختو باندې وُو، کومې چې تا ماتې کړې وې.</verse>
				<verse number="2">سبا سحر تيار شه او د سينا غرۀ ته راوخېژه او د غرۀ په سر ما ته حاضر شه.</verse>
				<verse number="3">هيڅ څوک به تا سره نۀ راخېژى، په ټول غرۀ باندې چې يو کس هم ونۀ ليدلے شى، او نۀ چې د غرۀ په لمن کښې ګډې يا څاروى وڅريږى.“</verse>
				<verse number="4">نو موسىٰ د اولنو په شان دوه د کاڼو نورې تختې جوړې کړې او سحر وختى هغۀ دا د سينا غرۀ ته د ځان سره وخېژولې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="5">او مالِک خُدائ په وريځ کښې راکوز شو او د هغۀ سره هلته ودرېدلو او خپل مقدس نوم ”مالِک خُدائ“ يې واخستلو.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ د هغۀ په مخکښې تېر شو او دا آواز يې وکړو، ”زۀ، مالِک خُدائ، هغه خُدائ پاک يم چې د رحم او ترس نه ډک يم، په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او ډېره مينه او وفادارى ښايم.</verse>
				<verse number="7">زۀ د خپلو خلقو د زرګونو نسلونو سره نۀ بدلېدونکې مينه کوم او زۀ بدى، بغاوت او ګناه هم معاف کوم. خو زۀ مجرم نۀ معاف کوم خو کۀ څوک جرم وکړى نو زۀ به د هغوئ بچو، نمسو درېم او څلورم نسل له هم سزا ورکوم.“</verse>
				<verse number="8">موسىٰ سمدستى خپل سر زمکې ته ټيټ کړو او سجده يې وکړه.</verse>
				<verse number="9">هغۀ وفرمائيل، ”اے مالِکه خُدايه، کۀ تۀ په رښتيا زما نه رضا يې زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ مونږ سره لاړ شه. زمونږ دا خلق ضديان دى،خو زمونږ بدى او ګناه معاف کړه او مونږ د خپلو خلقو په توګه قبول کړه.“</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”اوس زۀ د بنى اِسرائيلو د خلقو سره يو لوظ کوم. زۀ به د دوئ په مخکښې داسې عجيبه عجيبه کارونه وکړم چې په ټوله دُنيا کښې به په يو ځائ کښې او په يو قوم کښې کله هم نۀ وى شوى. ټول خلق به وګورى چې زۀ، مالِک خُدائ څۀ عجيبه کارونه کولے شم،ځکه چې زۀ ستاسو دپاره لوئ لوئ کارونه کوونکے يم.</verse>
				<verse number="11">نن چې زۀ تاسو له کوم قانون درکوم هغه ومنئ. چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به اموريان، کنعانيان، حِويان، فرزيان، حِتيان او يبوسيان ستاسو د مخې نه لرې کړم.</verse>
				<verse number="12">پام کوئ چې د هغه زمکې د خلقو سره لوظ ونۀ کړئ چې تاسو ور روان يئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.</verse>
				<verse number="13">د هغوئ د قربانۍ ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې تباه کړئ او هغوئ له د اشيرې د بُت نښې راوغورزوئ.</verse>
				<verse number="14">د بل خُدائ عبادت مۀ کوئ، ځکه چې د مالِک خُدائ نوم غېرتى دے، هغه غېرتى خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="15">د هغه زمکې د خلقو سره چې لوظ ونۀ کړئ، ځکه چې کله هغوئ د خپلو معبودانو عبادت کوى او هغوئ ته قربانۍ پېش کوى، نو تاسو له به هم دعوت درکړى چې د هغوئ سره شريک شئ، او تاسو به په آزمېښت کښې پرېوځئ او خوراک به اوخورئ کوم چې هغوئ خپلو معبودانو ته پېش کوى.</verse>
				<verse number="16">کېدے شى چې د هغوئ لوڼه تاسو خپلو زامنو ته وادۀ کړئ، نو د هغوئ په وجه به ستاسو زامن نافرمانه شى او د هغوئ به د معبودانو عبادت شروع کړى.</verse>
				<verse number="17">د ويلې کړے شوو څيزونو نه معبودان مۀ جوړَوئ او مۀ يې عبادت کوئ.</verse>
				<verse number="18">تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ. لکه څنګه چې ما حُکم درکړے دے، د ابيب په مياشت کښې اووۀ ورځې پتيره روټۍ خورئ، ځکه چې دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ.</verse>
				<verse number="19">هر يو مشر زوئ او هر وړومبے پېدا شوے نر څاروے زما دے،</verse>
				<verse number="20">خو تاسو به د هر يو وړومبنى پېدا شوى خر په بدل کښې يو ګډُورے پېش کوئ. خو کۀ تاسو دا واپس نۀ اخلئ، نو څټ يې مات کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے زوئ به په بيعه اخلئ. هيڅ څوک به زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى.</verse>
				<verse number="21">ستاسو سره شپږ ورځې شته چې په هغې کښې خپل کار کولے شئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د يوې او د لَو په وخت هم تاسو په اوومه ورځ آرام کوئ.</verse>
				<verse number="22">چې کله تاسو د غنمو وړومبنے فصل رېبل شروع کوئ نو د لَو کولو اختر کوئ او په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.</verse>
				<verse number="23">په کال کښې درې ځل ستاسو ټول نران دې زما مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک عبادت له راځى.</verse>
				<verse number="24">د هغې نه پس چې کله زۀ قومونه ستاسو د مخې نه لرې کړم او ستاسو علاقه زياته کړم، نو د دې درېو اخترونو په دوران کښې به د هيچا دا طمع پېدا نۀ شى چې ستاسو زمکه ونيسى.</verse>
				<verse number="25">کله چې تاسو ما ته يو ځناور قربانى کوئ نو خمبيره شوې روټۍ ورسره مۀ پېش کوئ. کوم ځناور چې د فسحې په اختر کښې حلال شوى وى نو د هغې يوه برخه هم د بل سحر پورې مۀ پرېږدئ.</verse>
				<verse number="26">هر کال د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کور ته د خپلې زمکې نه رېبلے شوې وړومبۍ غله راوړئ. د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.“</verse>
				<verse number="27">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا خبرې وليکه، ځکه چې د دې حُکمونو په بنياد باندې زۀ ستا او د بنى اِسرائيلو سره يو لوظ کوم.“</verse>
				<verse number="28">موسىٰ هلته د مالِک خُدائ سره څلوېښت ورځې او شپې ايسار شو، هغۀ نۀ څۀ خوړل او نۀ يې څۀ څښل. هغۀ په هغه تختو باندې د لوظ خبرې يعنې لس حُکمونه وليکل.</verse>
				<verse number="29">چې کله موسىٰ د لسو حُکمونو د دوو تختو سره د سينا غرۀ نه راکوز شو، نو د هغۀ مخ ځلېدلو ځکه چې هغۀ د مالِک خُدائ سره خبرې کړې وې، خو هغه ترې نه خبر نۀ وو.</verse>
				<verse number="30">هارون او ټولو خلقو موسىٰ ته وکتل او وې ليدل چې د هغۀ مخ ځلېدلو او هغوئ موسىٰ له نزدې ورتلو نه يرېدل.</verse>
				<verse number="31">خو موسىٰ هغوئ راوغوښتل، نو هارون او د قوم مشران هغۀ له راغلل او موسىٰ د هغوئ سره خبرې وکړې.</verse>
				<verse number="32">د هغې نه پس، ټول بنى اِسرائيل د هغۀ نه راټول شول او موسىٰ هغوئ له هغه ټول حُکمونه ورکړل کوم چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې ورکړى وُو.</verse>
				<verse number="33">چې کله موسىٰ د هغوئ سره خبرې ختمې کړې، نو هغۀ په پړده باندې خپل مخ پټ کړو.</verse>
				<verse number="34">چې کله هم موسىٰ د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته ننوتلو، نو هغۀ به پړده لرې کوله. او چې هغه به راووتلو، نو بنى اِسرائيلو ته به يې هغه هر څۀ وفرمائيل چې هغۀ له به يې د وئيلو حُکم ورکړے شوے وو،</verse>
				<verse number="35">او هغوئ به دا ليدل چې د موسىٰ مخ ځليږى. نو هغۀ به په خپل مخ واپس هغه پړده اچوله تر هغه وخته پورې چې بل ځل به هغه د مالِک خُدائ سره خبرو کولو له تلو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="35">
				<verse number="1">بيا موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړو او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”تاسو به د مالِک خُدائ په دې حُکمونو باندې عمل کوئ.</verse>
				<verse number="2">د خپل کار دپاره ستاسو سره شپږ ورځې شته، خو اوومه د سبت مقدسه ورځ يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى.</verse>
				<verse number="3">د سبت په ورځ په خپلو کورونو کښې اور هم مۀ بلوئ.“</verse>
				<verse number="4">موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د دې حُکم کړے دے چې،</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ ته يوه نذرانه پېش کړئ. د چا زړۀ چې غواړى نو داسې څيزونه په نذرانه کښې راوړلے شئ لکه سرۀ زر، سپين زر، يا زېړ،</verse>
				<verse number="6">کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ نه جوړه شوې کپړه،</verse>
				<verse number="7">سره رنګ شوې د ګډو څرمن، ښۀ څرمن، د کيکر لرګى،</verse>
				<verse number="8">د ډيوو دپاره تېل، او د غوړولو تېلو دپاره د خوشبويۍ مصالحې،</verse>
				<verse number="9">اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په پېش بند او د هغۀ د سينې په جېب ولګولے شى.</verse>
				<verse number="10">ستاسو ټول کسبګر دې راشى او هغه هر څۀ دې جوړ کړى د کوم چې مالِک خُدائ حُکم درکړے دے،</verse>
				<verse number="11">يعنې خېمه، د دې پړده او د دې پاسنۍ پړده، د دې کُنډې، چوکاټونه، د دې درشلې، ستنې او د دې پښې،</verse>
				<verse number="12">د لوظ صندوق، د دې بازوګان، د دې د کفارې تخت او هغه پړده چې ورباندې پټيږى،</verse>
				<verse number="13">مېز او د هغې ټول سامان، خُدائ پاک ته پېش کړے شوې روټۍ،</verse>
				<verse number="14">د رڼا دپاره ډيوټ او د دې ټول سامان، ډيوې سره د تېلو،</verse>
				<verse number="15">د خوشبويۍ سوزولو دپاره قربان‌ګاه او د دې بازوګان، د غوړولو تېل، د خوشبويۍ مصالحه، خېمې ته د ننوتلو دروازې دپاره پړده،</verse>
				<verse number="16">قربان‌ګاه چې په کومه باندې نذرانې سوزولے شى، ورسره د دې د زېړو جالۍ، د دې بازوګان او د دې ټول سامان، د وينځلو دپاره ښانک او د دې بېخ،</verse>
				<verse number="17">د دربار دپاره پړدې، د دې ستنې او پښې، دربار ته د ننوتلو دپاره پړده،</verse>
				<verse number="18">د خېمې او د دربار د پړدو دپاره موږى او رسۍ،</verse>
				<verse number="19">او د اِمامانو ښائسته لِباس چې په مقدس ځائ کښې د خِدمت په وخت اغوستلے شى يعنې د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره مقدس لِباس چې د اِمامانو په توګه خِدمت کوى.“</verse>
				<verse number="20">د بنى اِسرائيلو ټول قوم د موسىٰ د حضور نه لاړو،</verse>
				<verse number="21">او چې د چا زړۀ هم غوښتل نو هغوئ مالِک خُدائ ته يوه نذرانه راوړه چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه جوړه شى. هغوئ هغه هر څيز راوړو د کوم چې په عبادت کښې او د اِمامانو دپاره مقدس لِباس جوړولو کښې ضرورت وو.</verse>
				<verse number="22">چې د چا زړۀ هم غوښتل، ټولو نرانو او ښځو ښائسته ستنې، والۍ، ګوتې، امېلونه او د هر قِسم د سرو زرو کالى راوړل او مالِک خُدائ ته يې وقف کړل.</verse>
				<verse number="23">هر يو کس چې د هغۀ سره کتان وو، د آسمانى رنګ، کاسنى، يا د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ نه جوړه کپړه، سره رنګ شوې د ګډو څرمن، يا ښۀ څرمن وه نو رايې وړل.</verse>
				<verse number="24">د هر چا هم چې د سپينو زرو يا د زېړو د پېش کولو وس وو نو هغوئ د مالِک خُدائ دپاره خپلې نذرانې راوړې او چې د چا سره د کيکر لرګى وُو چې هغه د څۀ کار دپاره هم استعمالېدلے شو نو رايې وړل.</verse>
				<verse number="25">ټولو کسبګرو ښځو د کتان تار او آسمانى رنګه، کاسنى او د وړۍ سور تار راوړلو چې هغوئ په خپله جوړ کړے وو.</verse>
				<verse number="26">ټولو کسبګرو ښځو چې د هغوئ زړۀ غوښتل د چېلو د وړۍ نه جوړه کپړه يې هم راوړه.</verse>
				<verse number="27">مشرانو اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى راوړل چې په پېش بند او د سينې په جېب يې ولګوى.</verse>
				<verse number="28">او مصالحې او د ډيوو دپاره تېل، د غوړولو تېل او د خوشبويۍ مصالحې يې هم راوړې.</verse>
				<verse number="29">ټولو بنى اِسرائيلو، نرانو او ښځو چې د چا زړۀ هم غوښتل مالِک خُدائ ته يې د هغه کار دپاره خپلې نذرانې راوړې چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="30">موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د يهوداه د قبيلې بضلى‌اېل غوره کړے دے، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے دے.</verse>
				<verse number="31">هغه خُدائ پاک د خپل روح نه ډک کړے دے او هغۀ له يې پوهه، هُنر او د هر قِسم هُنر په کار کښې قابليت ورکړے دے،</verse>
				<verse number="32">د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو ښائسته کار کولو دپاره،</verse>
				<verse number="33">د قيمتى کاڼى پرې کولو او تيارولو، د لرګى کار کولو، او د هر قِسم د هُنر کار دپاره.</verse>
				<verse number="34">مالِک خُدائ هغۀ له او د دان قبيلې، د اخيسمک زوئ اهلياب له هم دا قابليت ورکړے دے چې خپل د هُنر کارونه نورو ته وښائى.</verse>
				<verse number="35">هغۀ هغوئ له په هر قِسم کار کښې مهارت ورکړے دے چې هغوئ د زرګرانو، د ماهِرانو او د کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، او د نورې کپړې د جوړونکى په توګه کار وکړى. هغوئ د هر قِسم کار مهارت لرونکى کاريګران او د نوؤ څيزونو جوړولو اُستاذان دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="36">
				<verse number="1">بضلى‌اېل، اهلياب او نورو ټولو ماهِرو کسانو له مالِک خُدائ مهارت او پوهه ورکړې ده چې هغوئ هغه هر څۀ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق جوړ کړى چې په مقدسه خېمه کښې يې ضرورت وى.“</verse>
				<verse number="2">بيا موسىٰ بضلى‌اېل، اهلياب او نور ټول ماهِر کسان راوغوښتل چا له چې مالِک خُدائ قابليت ورکړے وو او چې د هغوئ زړۀ غوښتل چې کار وکړى او موسىٰ ورته وفرمائيل چې کار شروع کړئ.</verse>
				<verse number="3">هغوئ د موسىٰ نه هغه ټولې نذرانې اخستلې کومې چې بنى اِسرائيلو د مقدسې خېمې جوړولو دپاره راوړې وې. خو بنى اِسرائيلو به هر سحر خپلې نذرانې موسىٰ له راوړلې.</verse>
				<verse number="4">نو هغه ماهِر کسان د خپل کار نه لاړل.</verse>
				<verse number="5">او موسىٰ ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ چې د کوم کار کولو حُکم کړے دے خلق د هغه ضرورت نه زياتې نذرانې راوړى.“</verse>
				<verse number="6">نو موسىٰ اِعلان وکړو چې دا پېغام دې ټولو خېمو ته ورسولے شى چې نور به هيڅ څوک د مقدسې خېمې دپاره هيڅ هم نۀ راوړى، نو خلق د نورو نذرانو راوړلو نه منع کړے شول.</verse>
				<verse number="7">کوم سامان چې د مخکښې نه راوړلے شوے وو هغه د ټول کار ختمولو نه ډېر زيات وو.</verse>
				<verse number="8">د ټولو نه تکړه کسانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه جوړه کړه. هغوئ دا د مهينې لټې د لسو پړدو نه جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه جوړې وې او په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړے شوے وو.</verse>
				<verse number="9">ټولې پړدې په يو ناپ وې، هره يوه څوارلس ګزه اوږده او دوه ګزه پلنه وه.</verse>
				<verse number="10">هغوئ پينځۀ پړدې يو ځائ وګنډلې او هغه نورې پينځۀ يې هم يو ځائ وګنډلې.</verse>
				<verse number="11">هغوئ په هره جوړه کښې د پړدې په بهرنۍ غاړه د آسمانى رنګ د کپړې کَړۍ جوړې کړې.</verse>
				<verse number="12">هغوئ د وړومبۍ جوړې په وړومبۍ پړده پنځوس کَړۍ او پنځوس کَړۍ د دوېمې جوړې په آخرى پړده جوړې کړې چې دا کَړۍ يو بل ته مخامخ وې.</verse>
				<verse number="13">پنځوس د سرو زرو کُنډې يې جوړې کړې او هغه پړدې يې د يوې بلې سره مِلاو کړې نو داسې ټوله مقدسه خېمه يو ځائ شوه.</verse>
				<verse number="14">بيا هغوئ د چېلو د وړۍ نه جوړې شوې يوولس پړدې واخستلې او د خېمې پټولو دپاره يې يوه پړده ترې نه جوړه کړه.</verse>
				<verse number="15">هغوئ دا ټولې په يو ناپ جوړې کړې چې پينځلس ګزه اوږدې او دوه ګزه پلنې وې.</verse>
				<verse number="16">هغوئ پينځۀ پړدې يو ځائ وګنډلې او هغه نورې شپږ يې هم يو ځائ وګنډلې.</verse>
				<verse number="17">د يوې جوړې د آخرى پړدې په غاړه يې پنځوس کَړۍ جوړې کړې او د هغه بلې جوړې په غاړه يې هم پنځوس کَړۍ جوړې کړې.</verse>
				<verse number="18">هغوئ د زېړو پنځوس کُنډې جوړې کړې او هغه يې په کړو کښې واچولې چې هغه دوه جوړې يې سره مِلاو کړې نو داسې خېمه وتړلے شوه.</verse>
				<verse number="19">هغوئ دوه نورې پړدې هم جوړې کړې، يوه پړده يې د ګډو د څرمنې نه چې سور رنګ ورکړے شوے وو او بله يې د ښې څرمنې نه جوړه کړه، چې د پاس نه پرې خېمه پټه کړے شى.</verse>
				<verse number="20">هغوئ د خېمې د ودرولو دپاره د کيکر د لرګى چوکاټونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="21">هر يو چوکاټ پينځلس فټه اوږد وو او اوويشت اِنچې پلن وو،</verse>
				<verse number="22">سره د دوه يو شان تختو، چې دا چوکاټونه په خپلو کښې ونښلوى. د ټولو چوکاټونو دا تختې وې.</verse>
				<verse number="23">هغوئ د خېمې جنوبى طرف دپاره شل چوکاټونه جوړ کړل</verse>
				<verse number="24">او څلوېښت د سپينو زرو پښې چې ورلاندې شى، د هر يو چوکاټ لاندې دوه دوه پښې چې هغه دوه وړاندينۍ حِصې يې نيولې وې.</verse>
				<verse number="25">هغوئ د خېمې شمالى طرف دپاره هم شل چوکاټونه جوړ کړل</verse>
				<verse number="26">او څلوېښت د سپينو زرو پښې، چې د هر يو چوکاټ لاندې دوه دوه وې.</verse>
				<verse number="27">د نمرپرېواتۀ په طرف خېمې شا ته هغوئ شپږ چوکاټونه جوړ کړل</verse>
				<verse number="28">او دوه چوکاټونه يې د خېمې د ګوټونو دپاره هم جوړ کړل.</verse>
				<verse number="29">د ګوټونو دا چوکاټونه په بېخ کښې مِلاو وُو او د لاندې نه واخله تر سر پورې خپلو کښې انښتى وُو. دا دوه چوکاټونه هم د ګوټونو د دوه چوکاټونو په شان جوړ شوى وُو.</verse>
				<verse number="30">نو اتۀ چوکاټونه او شپاړس د سپينو زرو پښې وې، چې د هر چوکاټ لاندې دوه دوه وې.</verse>
				<verse number="31">هغوئ د کيکر د لرګى نه پينځلس لاړى جوړ کړل، پينځۀ د خېمې د هغو چوکاټونو دپاره چې په يو طرف باندې وُو،</verse>
				<verse number="32">پينځۀ د هغو چوکاټونو دپاره چې په بل طرف باندې وُو او پينځۀ د هغه چوکاټونو دپاره چې نمرخاتۀ په طرف شا ته په آخر سر کښې وُو.</verse>
				<verse number="33">تير د يو سر نه تر بل سره پورې پوره رسېدلے وو.</verse>
				<verse number="34">هغوئ په چوکاټونو د سرو زرو پترى خېژولى وُو او د سرو زرو کَړۍ يې ورله جوړې کړې وې چې لاړى ونيسى، په لاړو باندې هم د سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو.</verse>
				<verse number="35">هغوئ د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وه او په دې باندې يې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړے وو.</verse>
				<verse number="36">هغوئ د کيکر د لرګى نه څلور ستنې جوړې کړې چې پړده په کښې په کُنډو کښې راځوړنده شى، په دې ستنو باندې د سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو. بيا هغوئ څلور د سپينو زرو پښې ورله جوړې کړې چې ستنې ونيسى.</verse>
				<verse number="37">هغوئ د خېمې د ننوتلو دروازې دپاره د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وه او چې په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وه.</verse>
				<verse number="38">د دې پړدې دپاره هغوئ پينځۀ ستنې جوړې کړې چې کُنډې په کښې لګېدلې وې، د دې په سرونو او سيخونو د سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو او د دې ستنو دپاره يې پينځۀ د زېړو پښې جوړې کړې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="37">
				<verse number="1">بضلى‌اېل د کيکر د لرګى نه د لوظ صندوق جوړ کړو، چې پينځۀ څلوېښت اِنچۍ اوږد وو او اوويشت اِنچۍ پلن او اوويشت اِنچۍ لوړ وو.</verse>
				<verse number="2">بهر او دننه يې د سوچه سرو زرو پترى پرې وخېژول او ګېرچاپېره يې ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه.</verse>
				<verse number="3">د وړولو دپاره هغۀ ورله د سرو زرو څلور کَړۍ جوړې کړې او دا يې ورله په څلور پښو پورې ولګولې، چې دوه کَړۍ په يو خوا وې او دوه يې بل خوا وې.</verse>
				<verse number="4">د وړلو دپاره يې ورله د کيکر د لرګى بازوګان جوړ کړل او د سرو زرو پترى يې ورباندې وخېژول،</verse>
				<verse number="5">او دا يې د لوظ د صندوق په کړو کښې دواړو طرفونو ته وردننه کړې.</verse>
				<verse number="6">هغۀ ورله د سوچه سرو زرو يو د کفارې تخت جوړ کړو، چې پينځۀ څلوېښت اِنچۍ اوږد وو او اوويشت اِنچۍ پلن وو.</verse>
				<verse number="7">د ټکېدلے شوو سرو زرو نه يې دوه د وزرو والا مخلوق جوړ کړل،</verse>
				<verse number="8">يو يې په يو سر او بل يې په بل سر کښې پرې جوړ کړو. هغۀ دا داسې جوړ کړل چې دواړه د صندوق د کفارې د سر سره يو ځائ شول.</verse>
				<verse number="9">د وزرو والا مخلوق د صندوق د کفارې په تخت باندې يو بل ته مخامخ وُو او خورو وزرو يې د صندوق سر پټ کړے وو او مخونه يې لاندې وُو.</verse>
				<verse number="10">د کيکر د لرګى نه هغۀ يو مېز جوړ کړو، چې شپږ دېرش اِنچۍ اوږد وو، اتلس اِنچۍ پلن او اوويشت اِنچۍ لوړ وو.</verse>
				<verse number="11">په دې يې د سوچه سرو زرو پترى وخېژول او ګېرچاپېره يې ورله د سرو زرو غاړه تاو کړه.</verse>
				<verse number="12">ګېرچاپېره يې درې اِنچۍ پلنه يوه ژۍ ورله جوړه کړه او د ژۍ نه ګېرچاپېره يې د سرو زرو غاړه تاو کړه.</verse>
				<verse number="13">د وړلو دپاره يې ورله د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړې او دا يې ورله په څلورو ګوټونو کښې ولګولې، چرته چې پښې وې.</verse>
				<verse number="14">هغۀ دا کَړۍ د ژۍ سره نزدې ولګولې چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا مېز وړلے شو.</verse>
				<verse number="15">دا بازوګان يې د کيکر د لرګى نه جوړ کړل او په دې باندې يې د سرو زرو پترى وخېژول.</verse>
				<verse number="16">هغۀ د مېز دپاره د سوچه سرو زرو نه دا لوښى جوړ کړل، جامونه، کاسې، رکېبۍ او د څښلو نذرانو تويَولو دپاره منګى.</verse>
				<verse number="17">د سوچه سرو زرو نه هغۀ ډيوټ جوړ کړو. د دې بېخ او ډنډا يې د ټکېدلے شوو سرو زرو نه جوړه کړه، د دې د ښۀ ښکارېدلو ګلونه، سره د غوټو او پاڼو، چې د دې سره يو ځائ شى.</verse>
				<verse number="18">د دې د اړخونو نه شپږ څانګې وتلې وې، چې درې په يو طرف وې او درې په بل طرف وې.</verse>
				<verse number="19">د دې شپږ واړو څانګو درې درې د ښۀ ښکارېدو ګلونه وُو دا سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان جوړ وُو.</verse>
				<verse number="20">د ډيوټ د ډنډې د ښۀ ښکارېدو دپاره څلور ګلونه وُو، دا سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان وُو.</verse>
				<verse number="21">د څانګو د دې درېو جوړو د هرې يوې لاندې يوه غوټۍ وه.</verse>
				<verse number="22">دا غوټۍ، څانګې او ډيوټ د ټکېدلے شوو سوچه سرو زرو د يوې ټُکړې نه جوړ وُو.</verse>
				<verse number="23">د ډيوټ دپاره هغۀ اووۀ ډيوې جوړې کړې او هغۀ ورله د سوچه سرو زرو نه ايره پاکوونکې چمټې او مجمعې جوړې کړې.</verse>
				<verse number="24">هغۀ پينځۀ دېرش کلو سوچه سرۀ زر په ډيوټ او د دې ټول سامان جوړولو کښې استعمال کړل.</verse>
				<verse number="25">د خوشبويۍ سوزولو دپاره هغۀ د کيکر د لرګى نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. دا څلور‌ګوټه وه، اتلس اِنچۍ اوږده، اتلس اِنچۍ پلنه او يو ګز اوچته وه. څلور د ښکرو په شان ګوټونه يې ورله جوړ کړى وُو چې د قربان‌ګاه سره يو ځائ شوى وُو.</verse>
				<verse number="26">هغۀ د هغې په چت، څلورو طرفونو او د هغې د ښکرو په شان څيزونو باندې د سوچه سرو زرو پترى وخېژول او ګېرچاپېره يې ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه.</verse>
				<verse number="27">د هغې دپاره يې دوه د سرو زرو کَړۍ جوړې کړې او لاندې يې دواړو طرفونو ته د غاړې سره وتړلې چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا وړلے شوه.</verse>
				<verse number="28">هغۀ دا بازوګان د کيکر د لرګى نه جوړ کړل او په دې يې د سرو زرو پترى وخېژول.</verse>
				<verse number="29">هغۀ د غوړولو مقدس تېل او سوچه خوشبوئى هم جوړه کړه، دا يې داسې مِلاو کړل لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="38">
				<verse number="1">د سوزېدونکې نذرانې دپاره، د کيکر د لرګى نه بضلى‌اېل يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. هغه څلور‌ګوټه وه، چې اووۀ نيم فټه اوږده وه، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وه.</verse>
				<verse number="2">هغۀ د څلورو ګوټونو دپاره د ښکرونو په شان څيزونه جوړ کړل چې د قربان‌ګاه سره يې يو ځائ کړل. هغۀ په دې هر څۀ باندې د زېړو پترى خېژولى وُو.</verse>
				<verse number="3">هغۀ د قربان‌ګاه دپاره دا ټول سامان هم جوړ کړو، د ايرو د لرې کولو دپاره لوښى، بېلچې، جامونه، درې غاښى او د ګرمې ايرې لرې کولو دپاره لوښى. دا ټول سامان د زېړو نه جوړ وو.</verse>
				<verse number="4">هغۀ د زېړو يوه جالۍ جوړه کړه او دا يې د قربان‌ګاه د ژۍ لاندې کېښوده، چې د قربان‌ګاه مينځ ته رسېدلې وه.</verse>
				<verse number="5">هغۀ څلور کَړۍ جوړې کړې او په څلورو ګوټونو يې ورله ولګولې.</verse>
				<verse number="6">هغۀ د وړولو دپاره د کيکر د لرګى نه ورله څلور بازوګان جوړ کړل او د زېړو پترى يې ورباندې وخېژول،</verse>
				<verse number="7">او د قربان‌ګاه دواړو طرفونو ته چې کومې کَړۍ وې په هغې کښې يې ولګولې. قربان‌ګاه د لرګى تختو نه جوړه وه او د مينځ نه تشه وه.</verse>
				<verse number="8">بضلى‌اېل ښانک او د دې بېخ د زېړو نه جوړ کړل. د دې زېړ د هغې ښځو د ائينو نه مِلاو شوى وُو کومو چې د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې خِدمت کولو.</verse>
				<verse number="9">هغۀ د کتان د پړدو نه د مالِک خُدائ د حضور خېمې دپاره دربار جوړ کړو. د جنوب په طرف پړدې پنځوس ګزه اوږدې وې،</verse>
				<verse number="10">دا د زېړو شلو ستنو او د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په ذريعه ټينګې کړے شوې وې.</verse>
				<verse number="11">دربار د شمال په طرف هم دومره وو.</verse>
				<verse number="12">د نمرپرېواتۀ په طرف هم پينځويشت ګزه اوږدې پړدې وې، سره د لسو ستنو او لسو پښو او د کُنډو او سيخونو چې د سپينو زرو نه جوړ وُو.</verse>
				<verse number="13">نمرخاتۀ په طرف، چرته چې دروازه وه، هلته هم دربار پينځويشت ګزه اوږد وو.</verse>
				<verse number="14">د دروازې دواړو طرفونو ته د درېو ستنو او درېو پښو سره اووۀ نيم ګزه پړدې وې.</verse>
				<verse number="15"></verse>
				<verse number="16">د دربار ګېرچاپېره ټولې پړدې د کتان نه جوړې وې.</verse>
				<verse number="17">د ستنو پښې د زېړو نه جوړې کړے شوې وې او د دې کُنډې، سيخونه او د ستنو دپاسه سرونه د سپينو زرو نه جوړ وُو. د دربار نه ګېرچاپېره ټولې ستنې د سپينو زرو سيخونو سره انښلولے شوې وې.</verse>
				<verse number="18">د دربار د دروازې پړده د مهينې لټې نه جوړه وه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وه. او په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوې وه. دا د دربار د پړدو په شان، لس ګزه اوږده او دوه نيم ګزه اوچته وه.</verse>
				<verse number="19">دا د څلورو ستنو او د زېړو څلورو پښو په ذريعه ټينګه کړے شوې وه، کُنډې، د ستنو پاسنى سرونه او سيخونه يې د سپينو زرو نه جوړ وُو.</verse>
				<verse number="20">د خېمې او د دربار دپاره ګېرچاپېره ټول موږى د زېړو نه جوړ شوى وُو.</verse>
				<verse number="21">دا د هغه څيزونو تفصيل دے کوم چې د مالِک خُدائ د حضور په خېمه کښې استعمال شوى وُو، چرته چې د کاڼو هغه دوه تختې ساتلے شوې وې چې لس حُکمونه ورباندې ليکلے شوى وُو. د تفصيل د تيارولو حُکم موسىٰ ورکړے وو او د دې کار دپاره د ليويانو مشر اِتمر وو چې د هارون اِمام زوئ وو.</verse>
				<verse number="22">د يهوداه د قبيلې، بضلى‌اېل، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے وو، هغه هر څۀ جوړ کړل چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="23">د هغۀ مدد کوونکے، د دان د قبيلې اهلياب د اخيسمک زوئ وو، هغه زرګر وو، هغه ماهِر او د کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ جوړونکے هم وو.</verse>
				<verse number="24">مقدسې خېمې دپاره مالِک خُدائ ته وقف شوى ټول سرۀ زر زر کلو وُو، چې د منلے شوى معيار په مطابق تَللے شوى وُو.</verse>
				<verse number="25">د بنى اِسرائيلو د مردم‌شمارۍ په وخت چې کوم سپين زر راجمع شوى وُو، هغه درې زره څلور سوه او دېرش کلو وُو،</verse>
				<verse number="26">کوم سړى چې په مردم‌شمارۍ کښې شامل شوى وُو هر يو کس د منلے شوى معيار په مطابق هغه مقرر شوے قيمت ورکړو. په مردم‌شمارۍ کښې شامل شوى سړى شپږ لاکه درې زره پينځۀ سوه پنځوس وُو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.</verse>
				<verse number="27">درې زره او څلور سوه کلو سپين زر په کښې استعمال شوى وُو د مقدسې خېمې د سلو پښو او د پړدې دپاره، د هرې يوې پښې دپاره څلور دېرش کلو استعمال شوى وُو.</verse>
				<verse number="28">د پاتې دېرش کلو سپينو زرو نه بضلى‌اېل سيخونه، د ستنو دپاره کُنډې او د ستنو پاسنى سرونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="29">کوم زېړ چې مالِک خُدائ ته وقف شوى وُو هغه دوه زره څلور سوه او پينځويشت کلو وُو.</verse>
				<verse number="30">هغۀ د دې نه د مالِک خُدائ د حضور خېمې د دروازې دپاره پښې، د زېړو قربان‌ګاه سره د زېړو جالۍ او د قربان‌ګاه دپاره نور ټول سامان جوړ کړو،</verse>
				<verse number="31">د دربار ګېرچاپېره او د دربار د دروازې دپاره پښې او د خېمې دپاره او ګېرچاپېره د دربار دپاره ټول موږى يې ترې نه جوړ کړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="39">
				<verse number="1">د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه هغوئ ښائسته لِباس جوړ کړو کوم به چې اِمامانو په مقدس ځائ کښې د خِدمت کولو په وخت اغوستلو. هغوئ د هارون دپاره د اِمامانو لِباس جوړ کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="2">هغوئ د کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، او د سرو زرو تار نه پېش بند جوړ کړو.</verse>
				<verse number="3">هغوئ د سرو زرو پاڼې وټکولې او نرى نرى تارونه يې ترې نه جوړ کړل چې په کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ په وړۍ جوړولو کښې ترې نه کار اخستلے شو.</verse>
				<verse number="4">هغوئ د پېش بند دپاره دواړو طرفو ته د ولى پټۍ لګولې وې، چې د دې په ذريعه تړلے شو.</verse>
				<verse number="5">يو ښۀ ګُلکارى شوے کمربند، چې هغه هم د هغه سامان نه جوړ وو، هغه د پېش بند سره انښلولے شوے وو او ورسره يو ځائ شوے وو، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="6">هغوئ اونيکس کاڼى تيار کړل او په سرو زرو کښې يې ګېر کړل، په دې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه د يو ماهِر زرګر په ذريعه ليکلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="7">هغوئ دا د پېش بند د ولى په پټو باندې ولګول چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="8">هغوئ هم د هغه کتان نه د سينې جېب جوړ کړو چې د کوم نه پېش بند جوړ وو او هم هغه شان ګُلکارى پرې شوې وه.</verse>
				<verse number="9">دا څلور‌ګوټه او دوه غبرګه وو، نهۀ اِنچۍ اوږد او نهۀ اِنچۍ پلن وو.</verse>
				<verse number="10">هغوئ په دې باندې څلور قطاره قيمتى کاڼى ولګول، په اول قطار کښې ياقوت، يو طوپاز او لعل،</verse>
				<verse number="11">په دوېم قطار کښې، يو زمرد، يو نيلم او يوه هيره،</verse>
				<verse number="12">په درېم قطار کښې، يو کائنائټ، يو عقيق او يو کټېله،</verse>
				<verse number="13">او په څلورم قطار کښې يو ايکوامرين، يو اونيکس کاڼے او يو جاسپر کاڼے ولګولو. دا په سرو زرو کښې ګېر وُو.</verse>
				<verse number="14">په دې دولسو کاڼو په هر يو کاڼى باندې د يعقوب د يو زوئ نوم ليکلے وو، چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى وشى.</verse>
				<verse number="15">د سينې جېب دپاره هغوئ د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړل، چې د تارونو په شان تاو شوى وُو.</verse>
				<verse number="16">هغوئ د کاڼو ګېرولو دپاره د سرو زرو دوه څيزونه جوړ کړل او د سرو زرو دوه کَړۍ او دا دوه کَړۍ يې د سينې جېب په بره ګوټونو پورې ونښلولې.</verse>
				<verse number="17">هغوئ د سرو زرو هغه دوه زنځيرونه په دوه کَړو پورې يې وتړل</verse>
				<verse number="18">او د زنځيرونو نور دوه سرونه يې په هغه دوه څيزونو پورې وتړل چې په هغې کښې کاڼى ګېر کړے شوى وُو او داسې يې دا د پېش بند د ولى په پټو پورې مخکښې ونښلول.</verse>
				<verse number="19">هغوئ دوه د سرو زرو کَړۍ جوړې کړې او دا يې د سينې جېب لاندې ګوټونو دننه غاړې ته د پېش بند خوا کښې ونښلولې.</verse>
				<verse number="20">هغوئ د سرو زرو دوه نورې کَړۍ هم جوړې کړې او دا يې په لاندې حِصه پورې د پېش بند د ولى دوه پټو په مخکښې ونښلولې چې ګنډ ته نزدې وې او په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى کمربند دپاسه وې.</verse>
				<verse number="21">هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو، هغوئ د سينې د جېب کَړۍ د پېش بند کَړو پورې د آسمانى رنګ مزى سره وتړلې، نو چې داسې د سينې جېب په کمربند باندې پروت وى او چې ترې نه لرې کيږى نه.</verse>
				<verse number="22">چې کومه چُوغه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى هغه ټوله د آسمانى رنګ وړۍ نه جوړه شوې وه.</verse>
				<verse number="23">په هغې کښې د سر دپاره يو سورے وو، چې غاړه يې مضبوطه ګنډلے شوې وه چې ونۀ شليږى.</verse>
				<verse number="24">د دې په لاندې غاړه باندې هغوئ د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ تار انار جوړ کړل او د هر انار په مينځ کښې د سرو زرو ټلۍ وې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="25"></verse>
				<verse number="26"></verse>
				<verse number="27">هغوئ د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره قميصونه جوړ کړل،</verse>
				<verse number="28">او پټکے، ټوپۍ او د کتان جانګى،</verse>
				<verse number="29">او د کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه يې کمربند جوړ کړو چې ګُلکارى ورباندې شوې وه، هم هغه شان لکه چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="30">هغوئ د سوچه سرو زرو نه نښه جوړه کړه او په دې باندې يې وليکل ”مالِک خُدائ ته وقف شوے.“</verse>
				<verse number="31">هغوئ دا د يو آسمانى رنګ مزى سره د پټکى مخې ته وتړله، هم هغه شان څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="32">د مالِک خُدائ د حضور خېمې ټول کار په ښۀ توګه سر ته ورسېدو. بنى اِسرائيلو هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="33">هغوئ خېمه او د هغې ټول سامان موسىٰ له راوړو، د دې کُنډې، چوکاټونه، لاړى، ستنې او د دې پښې،</verse>
				<verse number="34">د ګډو څرمنې نه جوړه شوې پړده چې سور رنګ ورکړے شوے وو، د ښې څرمنې نه جوړه پړده، د پټولو والا پړده،</verse>
				<verse number="35">د لوظ صندوق چې د کاڼو تختې په کښې پرتې وې، د دې د وړلو دپاره بازوګان او د دې د کفارې تخت هم،</verse>
				<verse number="36">مېز او د دې ټول سامان او خُدائ پاک ته پېش کړے شوې روټۍ،</verse>
				<verse number="37">د سوچه سرو زرو ډيوټ، د دې ډيوې او د دې ټول سامان او د ډيوو دپاره تېل،</verse>
				<verse number="38">د سرو زرو قربان‌ګاه، د غوړولو تېل، د خوشبويۍ مصالحې، خېمې ته د ننوتلو دروازې دپاره پړده،</verse>
				<verse number="39">د زېړو قربان‌ګاه او ورسره د دې د زېړو جالۍ، د دې د وړلو دپاره بازوګان او د دې ټول سامان، د وينځلو دپاره ښانک او د دې بېخ،</verse>
				<verse number="40">د دربار دپاره پړدې او د دې ستنې او پښې، دربار ته د ننوتلو دپاره پړده او د دې رسۍ، د خېمې دپاره موږى، او هغه ټول سامان چې په خېمه کښې استعمالېدلو،</verse>
				<verse number="41">او د اِمامانو ښائسته لِباس چې په مقدس ځائ کښې د خِدمت په وخت اغوستلے شو. د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره مقدس لِباس وو چې کله هغوئ د اِمامانو په توګه خِدمت کولو.</verse>
				<verse number="42">بنى اِسرائيلو ټول کار هم هغه شان سر ته رسولے وو چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="43">موسىٰ هغه ټول کار ته وکتل او وې ليدل چې هغوئ دا په صحيح توګه هم هغه شان کړے وو څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو. نو موسىٰ د هغوئ دپاره برکت وغوښتلو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="40">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”د اولنۍ مياشتې په اوله ورځ مالِک خُدائ د حضور خېمه ودروه.</verse>
				<verse number="3">په دې کښې د لوظ صندوق کېږده په کوم کښې چې لس حُکمونه دى او د دې په مخکښې پړده ولګوه.</verse>
				<verse number="4">هغه مېز دننه راوړه او سامان ورباندې کېږده. ډيوټ هم دننه راوړه او ډيوې ورباندې کېږده.</verse>
				<verse number="5">د لوظ صندوق په مخکښې د سرو زرو قربان‌ګاه کېږده کومه چې د سوزېدونکې خوشبويۍ دپاره ده او د خېمې په دروازه باندې پړده ځوړنده کړه.</verse>
				<verse number="6">د خېمې په مخکښې د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه کېږده.</verse>
				<verse number="7">د خېمې او قربان‌ګاه په مينځ کښې د وينځلو ښانک کېږده او اوبۀ په کښې واچوه.</verse>
				<verse number="8">ګېرچاپېره پړدې ودروه او د دې په دروازه باندې پړده ځوړنده کړه.</verse>
				<verse number="9">بيا د زيتُونو په تېلو باندې غوړولو سره خېمه او د دې ټول سامان وقف کړه او داسې به دا مقدس شى.</verse>
				<verse number="10">ورپسې، د غوړولو د تېلو په ذريعه د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه او د دې ټول سامان وقف کړه او قربان‌ګاه به پوره مقدسه شى.</verse>
				<verse number="11">د وينځلو ښانک او د دې بېخ هم په داسې طريقه وقف کړه.</verse>
				<verse number="12">هارون او د هغۀ زامن د خېمې دروازې ته راوله او هغوئ ته ووايه چې غسل وکړى.</verse>
				<verse number="13">هارون ته مقدسې جامې ورواغونده، سر يې په تېلو غوړ کړه او وقف يې کړه، نو هغه به د اِمام په توګه زما خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="14">د هغۀ زامن راوله او هغوئ ته چُوغې ورواغونده.</verse>
				<verse number="15">بيا د هغوئ سر په تېلو غوړ کړه، هم هغه شان چې څنګه دې د هغوئ د پلار سر غوړ کړے وو، نو چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى. دا غوړول به هغوئ د راتلونکى ټولو وختونو دپاره اِمامان جوړ کړى.“</verse>
				<verse number="16">موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="17">چې کله هغوئ د مِصر نه راووتل نو د دوېم کال د اولنۍ مياشتې اوله ورځ وه چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه ودرولے شوه.</verse>
				<verse number="18">موسىٰ د دې پښې لاندې ولګولې، چوکاټونه يې ودرول، لاړى يې ورسره ولګول او د دې ستنې يې ودرولې.</verse>
				<verse number="19">هغۀ په خېمه باندې د پټولو دپاره پړده خوره کړه او دپاسه يې پرې بله پړده هم واچوله، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="20">بيا هغۀ د کاڼو دوه تختې واخستلې او د لوظ صندوق کښې يې کېښودلې. هغۀ د صندوق په کَړو کښې بازوګان واچول او د دې د کفارې تخت يې پرې کېښودو.</verse>
				<verse number="21">بيا هغۀ صندوق خېمې ته دننه راوړو او پړده يې ځوړنده کړه. نو داسې هغۀ صندوق پټ کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="22">د پړدې نه بهر شمالى طرف ته يې په خېمه کښې مېز کېښودو،</verse>
				<verse number="23">او په دې باندې يې مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې روټۍ کېښوده، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="24">مېز ته مخامخ، جنوب طرف ته، هغۀ په خېمه کښې ډيوټ کېښودو،</verse>
				<verse number="25">او هغۀ هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې ډيوې بلې کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="26">پړدې ته مخامخ، هغۀ په خېمه کښې د سرو زرو قربان‌ګاه کېښوده،</verse>
				<verse number="27">او هغۀ ورباندې د خوشبويۍ مصالحې وسوزولې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="28">هغۀ پړده د خېمې په دروازه کښې ځوړنده کړه،</verse>
				<verse number="29">او هلته پړدې ته مخامخ هغۀ د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه کېښوده. او په هغې باندې يې سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې پېش کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="30">هغۀ د وينځلو ښانک د خېمې او قربان‌ګاه په مينځ کښې کېښودو او اوبۀ يې په کښې واچولې.</verse>
				<verse number="31">موسىٰ، هارون او د هغۀ زامنو هلته خپل لاسونه او پښې ووينځلې</verse>
				<verse number="32">چې کله هغوئ دننه خېمې ته يا قربان‌ګاه ته ورتلل، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="33">موسىٰ د خېمې او قربان‌ګاه نه ګېرچاپېره پړدې ودرولې او دربار ته د ننوتلو په دروازه باندې يې پړده ځوړنده کړه. نو موسىٰ ټول کار سر ته ورسولو.</verse>
				<verse number="34">بيا وريځې خېمه پټه کړه او خېمه د مالِک خُدائ د حضور جلال نه ډکه شوه.</verse>
				<verse number="35">نو په دې وجه موسىٰ خېمې ته دننه نۀ شو تلے.</verse>
				<verse number="36">بنى اِسرائيلو صِرف په هغه وخت کښې په بل ځائ کښې کېمپ لګولو چې کله به وريځ د خېمې نه پورته شوه.</verse>
				<verse number="37">تر کومې پورې چې به وريځ هلته وه، نو هغوئ به د سفر دپاره خېمې نۀ اوچتولې.</verse>
				<verse number="38">چې هغوئ کوم ځائ ته هم سفر کولو نو د ورځې به يې د مالِک خُدائ د حضور وريځ د خېمې دپاسه ليدله او د شپې به يې په وريځو کښې بل شوے اور ليدلو.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="3">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">مالِک خُدائ د خپلې حضورۍ د خېمې نه موسىٰ ته آواز وکړو او دا اصُول يې ورته وښودل.</verse>
				<verse number="2">هر کله چې اِسرائيليان خپلې قربانۍ پېش کوى نو دا اصُول به ياد ساتى، چې کله يو کس د يو ځناور قربانى پېش کوى، نو هغه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره ګډ يا چېلے راولى.</verse>
				<verse number="3">کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.</verse>
				<verse number="4">هغه کس به خپل لاس ورله په سر کېږدى او دا به ترې نه په قربانۍ کښې قبول کړے شى او دا به د هغۀ دپاره کفاره شى.</verse>
				<verse number="5">هغه به هلته غوَيے حلال کړى او د هارون د خاندان اِمامان به مالِک خُدائ ته هغه وينه پېش کړى او چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې کومه قربان‌ګاه ده د هغې څلورو واړو طرفونو ته دې وشيندى.</verse>
				<verse number="6">بيا به د هغه ځناور نه څرمن وباسى او حِصې حِصې به يې کړى،</verse>
				<verse number="7">او اِمامان به په قربان‌ګاه باندې لرګى سم کېږدى او په لرګو به اور بل کړى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ به د ځناور حِصې، سره د سر او وازګې په اور باندې کېږدى.</verse>
				<verse number="9">د هغه ځناور کولمې او پتُونان دې ووينځلے شى او اِمام به دا هر څۀ په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، ځکه چې په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="10">کۀ هغه کس د ګډو يا د چېلو د رَمې نه څۀ پېش کوى، نو هغه دې خامخا نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.</verse>
				<verse number="11">هغه به دا د قربان‌ګاه په شمالى طرف حلالوى او د هغې وينه به اِمامان د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى.</verse>
				<verse number="12">چې کله هغه کس دا حِصې حِصې کړى، نو اِمامان به د دې ټولې حِصې سره د سر او وازګې په اور باندې کېږدى.</verse>
				<verse number="13">هغه کس به د دې کولمې او پتُونان په اوبو ووينځى او اِمام به دا قربانى مالِک خُدائ ته پېش کړى او په قربان‌ګاه باندې به يې ټوله وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="14">کۀ څوک يو مارغۀ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يوه ګوګوشتکه يا کونتره وى.</verse>
				<verse number="15">اِمام به دا په قربان‌ګاه باندې پېش کړى، د هغې څټ به تاو کړى او سر به يې په قربان‌ګاه باندې وسوزوى او د هغې وينه دې د قربان‌ګاه په اړخ باندې وڅڅولے شى.</verse>
				<verse number="16">هغه دې د دې ججُوره او په ججُوره کښې چې څۀ وى هغه دې لرې کړى او دا دې د قربان‌ګاه نمرخاتۀ طرف ته وغورزوى چرته چې ايرې اچولے شى.</verse>
				<verse number="17">هغه دې دا مارغۀ د وزرو نه ونيسى او داسې دې په مينځ دوه ټوټې شى چې وزر ترې نه بېل نۀ شى. او هغه دې دا ټول په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">کله چې څوک مالِک خُدائ ته يوه د غلې نذرانه پېش کوى، نو هغه دې ښۀ اوړۀ وى. د زيتُونو تېل او خوشبودار لوبان دې په کښې واچوى،</verse>
				<verse number="2">د هارون د خاندان اِمامانو له دې راوړى. اِمام به يو موټے د اوړو، د تېلو او سره د ټولو لوبانو نه راواخلى او په قربان‌ګاه به يې وسوزوى، دا يوه داسې نذرانه ده چې خوشبو يې په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="3">د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.</verse>
				<verse number="4">کۀ دا نذرانه روټۍ وى چې په تنور کښې پخه شوې وى، نو دا دې د خمبيرې نه بغېر تياره شوې وى. دا دې د اوړو نه تيارې شوې غټې روټۍ وى چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى يا دې نرۍ نرۍ روټۍ وى چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى.</verse>
				<verse number="5">کۀ هغه نذرانه روټۍ وى چې په تبخى باندې پخه شوې وى، دا به د داسې اوړو نه تياره شوې وى چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى خو چې خمبيره په کښې نۀ وى.</verse>
				<verse number="6">چې کله يې د يوې نذرانې په توګه پېش کوئ نو دا چُورى کړئ او نور تېل ورباندې واچوئ.</verse>
				<verse number="7">کۀ هغه نذرانه داسې روټۍ وى چې په تبخى باندې پخه شوې وى، نو هغه دې د اوړو او زيتُونو د تېلو نه تياره شوې وى.</verse>
				<verse number="8">دا مالِک خُدائ ته د غلې نذرانې په توګه راوړئ او اِمام ته يې پېش کړئ او هغه به يې قربان‌ګاه ته يوسى.</verse>
				<verse number="9">اِمام به د نښې په توګه يوه برخه ترې نه واخلى چې دا ټوله مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې ده او هغه به دا په قربان‌ګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="10">د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور باندې سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.</verse>
				<verse number="11">چې د غلې کومې نذرانې تاسو مالِک خُدائ ته پېش کوئ په يوه نذرانه کښې دې هم خمبيره نۀ وى، مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه کښې چې کله هم خمبيره يا شات وانۀ چوئ.</verse>
				<verse number="12">تاسو چې هر کال لَو کوئ نو د خپل فصل وړومبۍ غله مالِک خُدائ ته راوړئ، خو دا دې په قربان‌ګاه باندې نۀ شى سوزولے.</verse>
				<verse number="13">د غلې په هره نذرانه باندې مالګه اچوئ، ځکه چې مالګه د خُدائ پاک او ستاسو په مينځ کښې د لوظ نښه ده. (تاسو په خپلو ټولو نذرانو خامخا مالګه اچوئ.)</verse>
				<verse number="14">چې کله تاسو د خپل رېبلے شوى فصل د وړومبۍ غلې نذرانه مالِک خُدائ ته راوړئ، نو وريتې شوې دانې يا مېده شوى اوړۀ ورته پېش کوئ.</verse>
				<verse number="15">د زيتُونو تېل په کښې ورګډ کړئ او لوبان ورباندې واچوئ.</verse>
				<verse number="16">اِمام به لږ اوړۀ او څۀ تېل او ورسره ټول لوبان هم وسوزى او دا به مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې د نښې په توګه وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">کله چې څوک خپل يو څاروے د سلامتۍ د نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يو داسې غوَيے يا غوا وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.</verse>
				<verse number="2">هغه کس به خپل لاس د هغه ځناور په سر کېږدى او د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې به يې حلال کړى. د هارون د خاندان اِمامان به هغه وينه د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى</verse>
				<verse number="3">او هغه دې د هغه ځناور دا حِصې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. په دې کښې به په کولمو باندې ټوله وازګه،</verse>
				<verse number="4">پښتورګى او په هغې باندې چې څومره وازګه وى او د اينې ښۀ حِصه هم وى.</verse>
				<verse number="5">اِمامان به دا هر څۀ د سوزېدونکې نذرانو سره په قربان‌ګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="6">کۀ چرې د رَمې نه د سلامتۍ د نذرانې په توګه څۀ پېش کولے شى، کۀ هغه نر وى يا ښځه، خو چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.</verse>
				<verse number="7">کۀ يو کس يو ګډُورے پېش کوى،</verse>
				<verse number="8">نو هغه دې خپل لاس ورله په سر کېږدى او د خېمې مخې ته دې هغه حلال کړى. اِمامان به د هغۀ وينه د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندى</verse>
				<verse number="9">او مالِک خُدائ ته دې د هغه ځناور دا حِصې په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى يعنې د ټول لم وازګه چې د ملا د هډُوکى سره نزدې پرې کړے شوې وى، هغه ټوله وازګه چې په کولمو پرته وى،</verse>
				<verse number="10">پښتورګى او هغه وازګه چې ورباندې پرته وى او د اينې ښۀ حِصه هم.</verse>
				<verse number="11">بيا به اِمام دا هر څۀ په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته وسوزوى.</verse>
				<verse number="12">کۀ يو کس چېلۍ پېش کوى،</verse>
				<verse number="13">هغه دې خپل لاس ورله په سر کېږدى او د خېمې مخې ته دې حلاله کړى. اِمامان به د دې وينه د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندى</verse>
				<verse number="14">او مالِک خُدائ ته دې دا حِصې په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى يعنې هغه ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وى،</verse>
				<verse number="15">پښتورګى او هغه وازګه چې ورباندې پرته وى او د اينې ښۀ حِصه هم.</verse>
				<verse number="16">اِمام به دا هر څۀ په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه وسوزوى، دا به په مالِک خُدائ باندې يو ښۀ لګېدونکے بوئ وى. د قربانۍ ټوله وازګه د مالِک خُدائ ده.</verse>
				<verse number="17">يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو</verse>
				<verse number="2">چې بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کۀ څوک ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ حُکمونه مات کړى، نو هغه به دا قانون منى.</verse>
				<verse number="3">کۀ چرې مشر اِمام ګناه وکړى او د هغې په ذريعه خلق ګناهګار شى، نو هغه به يو سخے پېش کوى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او د خپلې ګناه دپاره به يې مالِک خُدائ ته قربانى کړى.</verse>
				<verse number="4">هغه به سخے د مقدسې خېمې دروازې خولې ته راولى، او په سر به ورته خپل لاس کېږدى، او د مالِک خُدائ په حضور کښې به يې هلته حلال کړى.</verse>
				<verse number="5">بيا به مشر اِمام د سخى لږه وينه واخلى او خېمې ته به يې دننه يوسى.</verse>
				<verse number="6">هغه به خپله ګوته په وينه کښې ډُوبه کړى او دا دې اووۀ ځله د مقدسې پړدې مخې ته وشيندى.</verse>
				<verse number="7">بيا به هغه لږه وينه په خېمه کښې د خوشبويۍ د قربان‌ګاه په ښکرو باندې ولګوى. هغه به پاتې شوې وينه د سوزېدونکې نذرانو قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.</verse>
				<verse number="8">هغه به د دې سخى نه ټوله وازګه واخلى، هغه وازګه کومه چې په کولمو باندې وى،</verse>
				<verse number="9">پښتورګى او کومه وازګه چې ورباندې پرته وى او د اينې ښۀ حِصه.</verse>
				<verse number="10">اِمام به دا وازګه واخلى او د سوزېدونکې نذرانو په قربان‌ګاه باندې به يې وسوزوى، هم هغه شان لکه چې کوم عمل د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور وازګې سره کوى.</verse>
				<verse number="11">خو هغه به د دې څرمن، ټوله غوښه، سر، پښې، دنننى اندامونه سره د کولمو،</verse>
				<verse number="12">دا هر څۀ به د خېمو نه بهر هغه پاک ځائ ته يوسى چرته چې ايره غورزولے کيږى، نو هلته دې يې هغه د لرګو په اور باندې وسوزوى.</verse>
				<verse number="13">کۀ چرې د اِسرائيلو ټول قوم ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى،</verse>
				<verse number="14">بيا چې څنګه د ګناه پته ورته ولګى، نو قوم به د ګناه د نذرانې په توګه يو سخے راولى. هغوئ به دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې ته راولى،</verse>
				<verse number="15">د قوم مشران به د دې په سر خپل لاسونه کېږدى او سخے دې هلته حلال کړے شى.</verse>
				<verse number="16">مشر اِمام به د سخى لږه وينه واخلى او خېمې ته به يې دننه يوسى،</verse>
				<verse number="17">خپله ګوته دې په وينه کښې ډُوبه کړى او هغه دې اووۀ ځله د مالِک خُدائ په حضور کښې د پړدې په مخکښې وشيندى.</verse>
				<verse number="18">هغه به لږه وينه د خوشبويۍ د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى چې دا د مالِک خُدائ په حضور کښې دننه په خېمه کښې ده او پاتې شوې وينه دې د سوزېدونکې نذرانې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.</verse>
				<verse number="19">بيا به هغه د سخى ټوله وازګه واخلى او په قربان‌ګاه به يې وسوزوى.</verse>
				<verse number="20">هغه به د دې سخى سره هم هغه شان وکړى لکه څنګه چې هغۀ د ګناه د نذرانې د سخى سره کړى وُو، نو داسې به اِمام د خلقو د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغوئ به معاف شى.</verse>
				<verse number="21">بيا به هغه سخے د خېمو نه بهر يوسى او وبه يې سوزوى، لکه څنګه چې هغه د خپلې ګناه دپاره پېش کړے شوے سخے سوزوى. دا نذرانه د قوم د ګناه د کفارې دپاره ده.</verse>
				<verse number="22">کۀ يو مشر ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى،</verse>
				<verse number="23">او چې د خپلې ګناه پته ورته ولګى، نو هغه به د خپلې نذرانې په توګه يو چېلے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.</verse>
				<verse number="24">هغه به خپل لاس د چېلى په سر کېږدى او د قربان‌ګاه هغه طرف ته به يې حلال کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې ځناور حلالولے شى. دا د ګناه د لرې کولو نذرانه ده.</verse>
				<verse number="25">اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا دې د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه دې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى.</verse>
				<verse number="26">بيا به هغه د دې ټوله وازګه په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، لکه څنګه چې هغه د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور وازګه سوزوى. داسې به اِمام د هغه مشر دپاره د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.</verse>
				<verse number="27">کۀ يو عام کس ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى،</verse>
				<verse number="28">نو چې څنګه د ګناه پته ورته ولګى، نو هغه به د خپلې نذرانې په توګه يوه چېلۍ راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.</verse>
				<verse number="29">هغه به خپل لاس د دې په سر کېږدى او د قربان‌ګاه په هغه طرف به يې حلاله کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى.</verse>
				<verse number="30">اِمام به خپله ګوته د دې ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا به د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه به د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى.</verse>
				<verse number="31">بيا به هغه ټوله وازګه ترې نه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه لرې کولے شى او هغه به دا په قربان‌ګاه باندې وسوزوى ځکه چې په مالِک خُدائ دا خوشبو ښۀ لګى. نو داسې به اِمام د هغه کس د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.</verse>
				<verse number="32">کۀ يو کس د ګناه د نذرانې دپاره د ګډو نه څۀ راولى، نو هغه دې يوه ګډه وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.</verse>
				<verse number="33">هغه به خپل لاس د دې په سر کېږدى او د قربان‌ګاه په هغه طرف به يې حلاله کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى.</verse>
				<verse number="34">اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې دې دا وينه ولګوى او پاتې شوې وينه به هغه د دې په بېخ کښې توئ کړى.</verse>
				<verse number="35">بيا به هغه د دې ټوله وازګه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه وازګه لرې کيږى او هغه به په اور سوزېدونکې نذرانو سره په قربان‌ګاه باندې وسوزوى کوم چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى. داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">په دې حالاتو کښې د ګناه نذرانې ضرورى ګڼلے کيږى. کۀ څوک د ګواهۍ ورکولو دپاره عدالت ته وغوښتلے شى او هغه معلومات نۀ ورکوى چې څۀ يې ليدلى يا اورېدلى وى، نو هغۀ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاو شى.</verse>
				<verse number="2">کۀ څوک په غلطۍ سره يو حرام څيز له لاس وروړى، لکه چې يو مړ مردار ځناور له، نو هغه ناپاک او ګناهګار دے چې څنګه ورته پته ولګى چې هغۀ دا خطا کړې ده.</verse>
				<verse number="3">کۀ څوک په غلطۍ سره د انسان يو ناپاک ځائ يا څيز له لاس وروړى، خو چې څنګه ورته پته ولګى چې هغۀ دا خطا کړې ده نو هغه په دې سره ناپاکه او ګناه ګار دے.</verse>
				<verse number="4">کۀ څوک بغېر د سوچ کولو نه قسم وخورى، چې دا قسم د هر څيز په حقله وى کۀ قسم ښۀ وى او يا بد وى، نو هغه ناپاکه او ګناهګار دے چې څنګه ورته پته ولګى چې هغۀ څۀ کړى دى.</verse>
				<verse number="5">کله چې يو کس ګناه وکړى، نو هغه دې خامخا د ګناه اِقرار وکړى،</verse>
				<verse number="6">او د خپلې ګناه په جرمانه کښې به هغه خامخا يوه ګډه يا چېلۍ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه راولى. اِمام به د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى.</verse>
				<verse number="7">کۀ هغه کس ګډه يا چېلۍ نۀ شى اخستلے، نو هغه به د خپلې ګناه په بدل کښې دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې راوړى، يوه به د ګناه د نذرانې دپاره او بله به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى.</verse>
				<verse number="8">هغه به دا اِمام له راوړى، نو وړومبۍ به مارغۀ د ګناه د نذرانې دپاره پېش کړى. د دې څټ به تاو کړى خو چې سر ترې نه بېل نۀ شى</verse>
				<verse number="9">او څۀ وينه دې د قربان‌ګاه په يو طرف باندې وشيندى، پاتې شوې وينه دې د قربان‌ګاه په بېخ کښې وڅڅولے شى. دا د ګناه د لرې کولو دپاره يوه نذرانه ده.</verse>
				<verse number="10">بيا د اصُولو په مطابق هغه دوېم مارغۀ دې د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى کومه چې هغۀ کړې ده او هغه به معاف شى.</verse>
				<verse number="11">کۀ هغه کس دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې هم نۀ شى راوړلے، نو هغه به يو کلو اوړۀ د ګناه د نذرانې په توګه راوړى. هغه دې په دې کښې د زيتُونو تېل يا خوشبوئى نۀ اچوى، ځکه چې دا د ګناه نذرانه ده.</verse>
				<verse number="12">هغه کس به دا اِمام له راوړى، اِمام به يو موټے ترې نه د نښې په توګه واخلى چې دا ټول مالِک خُدائ ته پېش کړے شوى دى او په اور سوزېدونکې نذرانې سره به يې په قربان‌ګاه باندې وسوزوى. دا يوه داسې نذرانه ده چې ګناه لرې کوى.</verse>
				<verse number="13">داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى چې په دې مختلفو ګناهونو کښې يې کومه ګناه هم کړې وى نو هغه به معاف شى. پاتې شوى اوړۀ به هم د غلې نذرانې په شان د اِمام وى.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل.</verse>
				<verse number="15">کۀ يو کس په غلطۍ سره داسې ګناه وکړى او د هغه قيمت په ورکولو کښې ناکام شى چې کوم مالِک خُدائ ته پېش کول وُو، نو هغه به د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو داسې ګډ يا چېلے مالِک خُدائ ته راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى.</verse>
				<verse number="16">هغه به خامخا هغه پېسې ورکوى چې د کومو په ورکولو کښې ناکام شوے وى او شل فيصده دې زياتې هم ورکړى. هغه به دا پېسې اِمام له ورکړى او اِمام به د هغه کس د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ځناور پېش کړى او هغه کس به معاف شى.</verse>
				<verse number="17">کۀ څوک يوه داسې ګناه وکړى چې په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه يو حُکم مات کړى، نو هغه ګناهګار دے او جرمانه به ورکوى.</verse>
				<verse number="18">هغه به خامخا اِمام ته د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو ګډ يا چېلے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى. اِمام به د هغۀ د ګناه دپاره کفاره ادا کړى کومه چې هغۀ په غلطۍ سره کړې وى او هغه به معاف کړے شى.</verse>
				<verse number="19">دا د هغې د ګناه د تاوان نذرانه ده کومه چې هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف کړې وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل.</verse>
				<verse number="2">کۀ څوک د مالِک خُدائ خِلاف داسې ګناه وکړى، لکه چې د يو اِسرائيلى امانت واپس ورنۀ کړى، يا د چا نه څۀ څيز پټ کړى، يا څوک دوکه کړى، نو يوه نذرانه به ورکړى،</verse>
				<verse number="3">يا کۀ يو ورک شوے څيز پېدا کړى او د هغې په حقله دروغ ووائى او داسې قسم وخورى چې هغۀ دا نۀ دے موندلے.</verse>
				<verse number="4">کله چې يو کس په داسې طريقه ګناه وکړى، هغۀ چې څۀ څيز هم د غلا يا دوکې په طريقه اخستے وى نو هغه دې واپس ورکړى. په کومه ورځ چې هغه ګناهګار ثابت شى، نو هغه به خامخا د هغه څيز مالِک له پوره تاوان ورکوى او شل فيصده زيات به هم ورکوى.</verse>
				<verse number="5"></verse>
				<verse number="6">هغه دې اِمام له يو داسې بې‌عېبه ګډ يا چېلے راولى چې مالِک خُدائ ته يې د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى.</verse>
				<verse number="7">اِمام به د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.</verse>
				<verse number="8">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو</verse>
				<verse number="9">چې هارون او د هغۀ زامنو ته د سوزېدونکې نذرانو په حقله دا اصُول وښايه. يوه سوزېدونکې نذرانه به ټوله شپه په قربان‌ګاه باندې پرېښودلے شى او اور دې بل وساتلے شى.</verse>
				<verse number="10">بيا به اِمام خپله د کتان چُوغه او د کتان جانګے واغوندى، په قربان‌ګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې نه پاتې شوې ايرې به لرې کړى او د قربان‌ګاه په څنګ کښې به يې واچوى.</verse>
				<verse number="11">بيا دې جامې بدلې کړى او ايرې دې د خېمو نه بهر يو پاک ځائ ته يوسى.</verse>
				<verse number="12">په قربان‌ګاه دې اور بل وساتلے شى خو چې مړ نۀ شى. اِمام به هر سحر په دې باندې لرګى ږدى، سوزېدونکې نذرانه به په دې سمه ږدى او د سلامتۍ د نذرانې وازګه دې ورباندې سوزوى.</verse>
				<verse number="13">اور دې خامخا په قربان‌ګاه بل وساتلے شى او چې کله هم مړ نۀ شى.</verse>
				<verse number="14">دا د غلې نذرانې دپاره اصُول دى. د هارون د خاندان يو اِمام به د مالِک خُدائ په حضور کښې د قربان‌ګاه په مخکښې د غلې نذرانه پېش کړى.</verse>
				<verse number="15">بيا به هغه د ښو اوړو چې تېل ورسره ګډ وى او خوشبوئى ورباندې پرته وى د هغې نه دې يو موټے واخلى او په قربان‌ګاه باندې به يې د يوې نښې په توګه وسوزوى چې دا ټوله مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې ده. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="16">اِمامان به هغه پاتې شوې برخه وخورى. د دې نه به پتيره روټۍ پخه کړے شى او په مقدس ځائ کښې، د مالِک خُدائ د حضور د خېمې په دربار کښې به وخوړلے شى. دا مالِک خُدائ اِمامانو له په سوزېدونکې نذرانه کښې د هغوئ د برخې په توګه ورکړې ده. دا د ګناه د نذرانې او د ګناه د تاوان د نذرانې په شان ډېره مقدسه ده.</verse>
				<verse number="17"></verse>
				<verse number="18">په راتلونکى ټولو وختونو کښې د هارون د اولاد هر يو نارينه مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه خپله برخه د همېشه دپاره خوړلے شى. هر څوک يا هر څيز چې د هغې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى.</verse>
				<verse number="19">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل.</verse>
				<verse number="20">په کومه ورځ چې د هارون د خاندان يو اِمام مقررولے شى نو هغه به يو کلو ښۀ اوړۀ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه پېش کوى د عامې غلې د نذرانې په شان، نيم په سحر کښې او نيم په ماښام کښې.</verse>
				<verse number="21">دا به په تېلو کښې ګډ شى، په تبخى به پاخۀ کړے شى او چُورى به کړے شى او د غلې د نذرانې په توګه به پېش کړے شى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="22">په راتلونکى ټولو وختونو کښې به د هارون د اولاد هر يو کس دا نذرانه تياروى کوم چې د مشر اِمام په توګه خِدمت کوى. مالِک خُدائ ته د پېش کړے شوې قربانۍ په توګه دا به ټوله وسوزولے شى.</verse>
				<verse number="23">د اِمام د غلې د نذرانې يوه برخه به هم نۀ شى خوړلے، ټوله به خامخا سوزولے شى.</verse>
				<verse number="24">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې</verse>
				<verse number="25">هارون او د هغۀ زامنو ته د ګناه د نذرانې دپاره دا اصُول وښايه. د ګناه د نذرانې ځناور به د مالِک خُدائ په حضور کښې حلالولے شى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى. دا يوه ډېره مقدسه نذرانه ده.</verse>
				<verse number="26">کوم اِمام چې دا ځناور قربانى کوى هغه به دا په مقدس ځائ کښې وخورى چې هغه د مالِک خُدائ د حضور د خېمې دربار دے.</verse>
				<verse number="27">هر څوک يا هر څيز چې د هغې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى. کۀ جامې د ځناور په وينه ولړلے شى، نو هغه به خامخا په مقدس ځائ کښې وينځلے شى.</verse>
				<verse number="28">د خاورې په کوم لوښى کښې چې غوښه يشولے شوې وى هغه دې مات کړے شى او کۀ د زېړو لوښے استعمال شوے وى، نو هغه دې ومږلے شى او په اوبو کښې دې کنګال کړے شى.</verse>
				<verse number="29">د اِمامانو د کورَنو هر نر دا نذرانه خوړلے شى، دا ډېره مقدسه ده.</verse>
				<verse number="30">خو کۀ د کوم ځناور وينه مقدسې خېمې ته دننه راوړلے شى او د ګناه د کفارې ادا کولو دپاره استعمال شى، نو هغه ځناور دې نۀ شى خوړلے چې د کوم نه وينه اخستے شوې وى، او دا دې وسوزولے شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">د ګناه د نذرانو د ورکولو دپاره دا اصُول دى، کومې چې ډېرې مقدسې دى.</verse>
				<verse number="2">د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ځناور به هلته حلاليږى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې ځناور حلاليږى او د دې وينه دې د قربان‌ګاه په ټولو طرفونو وشيندلے شى.</verse>
				<verse number="3">د دې ټوله وازګه دې په قربان‌ګاه باندې پېش کړے شى، لم، هغه وازګه چې په کولمو پرته وى،</verse>
				<verse number="4">پښتورګى او هغه وازګه چې ورباندې پرته وى او د اينې ښۀ حِصه هم.</verse>
				<verse number="5">اِمام به هغه ټول مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه په قربان‌ګاه وسوزوى. دا د ګناه د تاوان نذرانه ده.</verse>
				<verse number="6">د اِمامانو د کورَنو هر نر کس دا خوړلے شى، خو دا به خامخا په يو مقدس ځائ کښې خوړلے شى، ځکه چې دا ډېره مقدسه ده.</verse>
				<verse number="7">د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې دواړو دپاره يو شان اصُول دى، غوښه د هغه اِمام ده چې کفاره ادا کوى.</verse>
				<verse number="8">اِمام چې د چا دپاره سوزېدونکې نذرانه پېش کوى نو د هغه ځناور څرمن به د هغه اِمام وى.</verse>
				<verse number="9">د غلې هره يوه نذرانه کومه چې په تنور کښې يا لوښى يا په تبخى پخيږى هغه د اِمام ده چا چې خُدائ پاک ته دا پېش کړې ده.</verse>
				<verse number="10">خو د غلې هغه ټولې نذرانې چې پخې شوې نۀ وى، کۀ په تېلو غوړې وى يا سپورې وى، هغه د هارون د خاندان د ټولو اِمامانو دى او يو برابر دې په هغوئ باندې وويشلے شى.</verse>
				<verse number="11">دا د سلامتۍ د نذرانو دپاره اصُول دى کومې چې مالِک خُدائ ته پېش کولے شى.</verse>
				<verse number="12">کۀ يو کس دا نذرانه د شکرانې په توګه خُدائ پاک ته پېش کوى، چې کوم ځناور قربانى کيږى د هغې سره دې په يو ځائ د پتيرې روټۍ يوه نذرانه پېش کړى، داسې غټه روټۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى يا نرۍ پخې شوې روټۍ چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى يا د ښو اوړو نه پخه شوې داسې روټۍ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ شوى وى.</verse>
				<verse number="13">د دې نه علاوه، هغه دې خمبيره پخې شوې روټۍ هم پېش کړى.</verse>
				<verse number="14">هغه دې د هر قِسم روټۍ يوه يوه حِصه د خاص برخې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړى، دا د هغه اِمام دى کوم چې د ځناور وينه واخلى او د قربان‌ګاه سره يې وشيندى.</verse>
				<verse number="15">د سلامتۍ د نذرانې غوښه دې خامخا هم په هغه ورځ وخوړلے شى چې په کومه ورځ هغه قربانى کيږى، تر بل سحر پورې دې د هغې نه هيڅ څيز پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="16">کۀ يو کس د قسم پوره کولو يا د خپلې رضاکارانه نذرانې په توګه، د سلامتۍ نذرانه راوړى، چې دا په کومه ورځ پېش کيږى نو په هغه ورځ دې خوړلے شى خو چې څۀ پاتې وى نو هغه به په بله ورځ خوړلے شى.</verse>
				<verse number="17">څۀ غوښه چې پاتې وى نو هغه دې په درېمه ورځ وسوزولے شى.</verse>
				<verse number="18">کۀ د سلامتۍ نذرانې نه څۀ په درېمه ورځ هم وخوړلے شى، نو خُدائ پاک به د هغه کس نذرانه قبوله نۀ کړى. دا نذرانه به د هغۀ په فائده کښې حِساب نۀ شى بلکې ناپاکه به وګڼلے شى او چې څوک هم دا وخورى نو هغۀ ته به د خپلو بدو سزا مِلاو شى.</verse>
				<verse number="19">کۀ چرې دا غوښه په يو ناپاک څيز پورې ولګى، نو دا دې نۀ شى خوړلے، بلکې ودې سوزولے شى. چې څوک پاک وى نو هغه دا پاتې شوې غوښه خوړلے شى،</verse>
				<verse number="20">خو کۀ څوک پاک نۀ وى او د سلامتۍ نذرانې غوښه وخورى کومه چې مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې وى، نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.</verse>
				<verse number="21">کۀ يو کس ناپاک څيز له لاس وروړى، کۀ هغه ناپاکى د بنى آدم يا د ځناور وى او د دې نذرانې غوښه وخورى، نو هغه به نور د مالِک خُدائ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل</verse>
				<verse number="23">کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى، د څاروو، ګډو، يا د چېلو وازګه مۀ خورئ.</verse>
				<verse number="24">يو ځناور چې په خپل مرګ مړ وى يا کۀ ځنګلى ځناورو وژلے وى د هغۀ وازګه به نۀ خورئ، خو هغه د څۀ بل مقصد دپاره استعمالېدے شى.</verse>
				<verse number="25">کۀ څوک د يو ځناور وازګه وخورى کوم چې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کېدے شوه نو هغه کس به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.</verse>
				<verse number="26">بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى، هغوئ دې هيڅکله هم د مارغانو يا د ځناورو وينه نۀ خورى.</verse>
				<verse number="27">هر څوک چې وينه وخورى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.</verse>
				<verse number="28">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل</verse>
				<verse number="29">کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. هر څوک چې يوه د سلامتۍ نذرانه پېش کوى نو د هغې يوه برخه به د خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کوى،</verse>
				<verse number="30">هغه دې دا په خپلو لاسونو په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه راوړى. هغه دې د هغه ځناور وازګه سره د ځناور د سينې راوړى او مالِک خُدائ ته دې د يو خاص تُحفې په توګه پېش کړى.</verse>
				<verse number="31">اِمام به وازګه په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، خو هغه سينه به د اِمامانو وى.</verse>
				<verse number="32">د ځناور وروستونے ښے پتُون به د يوې برخې په توګه اِمام ته ورکولے شى،</verse>
				<verse number="33">هغه اِمام له کوم چې وينه او د سلامتۍ نذرانې وازګه پېش کوى.</verse>
				<verse number="34">د ځناور سينه يوه خاص تُحفه ده او ښے پتُون يوه خاص برخه ده چې مالِک خُدائ يې د بنى اِسرائيلو نه اخلى او اِمامانو له يې ورکوى. نو داسې به اِسرائيليان په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اِمامانو له ورکوى.</verse>
				<verse number="35">دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې برخه ده چې هارون او د هغۀ زامنو له ورکړے شوه چې په کومه ورځ هغوئ د اِمامانو په توګه مقرر شول.</verse>
				<verse number="36">مالِک خُدائ په هغه ورځ چې کله هغوئ په تېلو سره مسح کړل حکم ورکړے وو چې بنى اِسرائيل به دا برخه همېشه اِمامانو له ورکوى.</verse>
				<verse number="37">دا اصُول د سوزېدونکې نذرانو دپاره دى، د غلې نذرانو دپاره، د ګناه نذرانو، د ګناه د تاوان د نذرانو، د مقررولو نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو دپاره دى.</verse>
				<verse number="38">هلته په بيابان کښې د سينا په غرۀ باندې، مالِک خُدائ په هغه ورځ موسىٰ له دا حُکمونه ورکړل او هغۀ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل چې خپلې نذرانې راوړئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”هارون او د هغۀ زامن او د اِمامانو لِباس، د غوړولو تېل، د ګناه نذرانې دپاره سخے، دوه ګډان او د پتيرې روټۍ ټوکرۍ راوړه.</verse>
				<verse number="3">او زما د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته ټول قوم راوغواړه چې هلته راغونډ شى.“</verse>
				<verse number="4">موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو او چې کله ټول قوم هلته راغونډ شو،</verse>
				<verse number="5">نو موسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ چې څۀ کوم مالِک خُدائ د دې حُکم راکړے دے.“</verse>
				<verse number="6">موسىٰ هارون او د هغۀ زامن مخکښې راوستل او هغوئ له يې په اوبو غسل ورکړو.</verse>
				<verse number="7">هغۀ هارون ته هغه قميص او چُوغه ورواغوستله او د ملا نه يې پټۍ ورله تاو کړه. هغه پېش بند يې ورواغوستلو او په يو ښۀ ګُلکارى شوى کمربند سره يې ونښلولو چې د هغۀ د ملا نه تاو وو.</verse>
				<verse number="8">هغۀ ورله د سينې جېب ولګولو او اُوريم او تميم يې په کښې کېښودل.</verse>
				<verse number="9">هارون ته يې پټکے ورپه سر کړو او د دې مخې ته يې د سرو زرو ګل ولګولو چې دا د وقف کولو مقدسه نښه وه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ هغۀ ته حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="10">بيا موسىٰ د غوړولو تېل واخستل او د مالِک خُدائ د حضور په مقدسه خېمه او چې په هغې کښې څۀ هم وُو په هغې باندې يې ولګول، نو هغۀ دا هر څۀ مالِک خُدائ ته مخصوص کړل.</verse>
				<verse number="11">هغۀ څۀ تېل اووۀ ځله په قربان‌ګاه، د دې په سامان او د وينځلو په ښانک او د دې په بېخ باندې وشيندل، د دې دپاره چې دا مالِک خُدائ ته وقف کړى.</verse>
				<verse number="12">موسىٰ د هارون په سر باندې د غوړولو دپاره څۀ تېل واچول او سر يې ورله غوړ کړو چې وقف شى.</verse>
				<verse number="13">بيا، موسىٰ د هارون زامن مخکښې راوستل او قميصونه يې ورواغوستل، د هغوئ د ملا نه يې پټۍ تاو کړې او ټوپۍ يې ورپه سر کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="14">بيا موسىٰ د ګناه د نذرانې دپاره هغه سخے راوستو او هارون او د هغۀ زامنو د دې په سر باندې خپل لاسونه کېښودل.</verse>
				<verse number="15">موسىٰ دا حلال کړو او څۀ وينه يې واخستله او د خپلې ګوتې سره يې د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوله، د دې دپاره چې وقف يې کړى. بيا هغۀ پاتې شوې وينه د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړه. نو دا يې وقف کړه او د دې کفاره يې ادا کړه.</verse>
				<verse number="16">موسىٰ په کولمو پرته ټوله وازګه، د اينې ښۀ حِصه، پښتورګى سره د هغه وازګې چې ورباندې پرتې وى، دا هر څۀ يې واخستل او په قربان‌ګاه باندې يې وسوزول.</verse>
				<verse number="17">خو هغۀ سخے، سره د څرمنې، غوښې او د کولمو يوړو او د خېمو نه بهر يې وسوزولو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="18">بيا، موسىٰ د سوزېدونکې نذرانې دپاره ګډ راوستلو او هارون او د هغۀ زامنو خپل لاسونه د دې په سر کېښودل.</verse>
				<verse number="19">موسىٰ دا حلال کړو او د دې وينه يې د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندله.</verse>
				<verse number="20">هغۀ دا ګډ حِصې حِصې کړو او د هغۀ دنننى اندامونه او پتُونان يې په اوبو ووينځل او سر، وازګه او نور ټول پاتې شوے ګډ يې په قربان‌ګاه باندې وسوزولو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. دا سوزېدونکې نذرانه يوه په اور تيارېدونکې نذرانه وه او د دې بوئ په مالِک خُدائ ښۀ ولګېدو.</verse>
				<verse number="21"></verse>
				<verse number="22">بيا موسىٰ دوېم ګډ راوستلو، کوم چې د اِمامانو د مقررولو دپاره وو او هارون او د هغۀ زامنو خپل لاسونه د دې په سر کېښودل.</verse>
				<verse number="23">موسىٰ دا حلال کړو او څۀ وينه يې واخستله او د هارون د ښى غوږ په نرم ځائ، د هغۀ د ښى لاس په غټه ګوته او د هغۀ د ښۍ پښې په غټه ګوته باندې يې ولګوله.</verse>
				<verse number="24">بيا هغۀ د هارون زامن مخکښې راوستل او څۀ وينه يې د هغوئ د ښى غوږُونو په نرمو ځايونو، د هغوئ د ښى لاسونو په غټو ګوتو او د هغوئ د ښۍ پښو په غټو ګوتو پورې ولګوله. بيا موسىٰ هغه پاتې شوې وينه د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندله.</verse>
				<verse number="25">هغۀ وازګه، لم، هغه ټوله وازګه چې په دنننى اندامونو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه، پښتورګى سره د هغه وازګې چې ورباندې پرته وى او ښے پتُون واخستلو.</verse>
				<verse number="26">بيا هغۀ د پتيرې روټۍ د ټوکرۍ نه يوه روټۍ واخستله کومه چې مالِک خُدائ ته وقف شوې وه، يوه غوړه روټۍ او يوه نرۍ روټۍ راواخستله او د وازګې او د ښى پتُون دپاسه يې کېښودله.</verse>
				<verse number="27">هغۀ دا هر څۀ د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېښودل، نو هغوئ دا د يوې خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړل.</verse>
				<verse number="28">موسىٰ دا هر څۀ د هغوئ نه واخستل او په قربان‌ګاه باندې يې، د سوزېدونکې نذرانې دپاسه، د مقررولو نذرانې په توګه وسوزول. دا په اور سوزېدونکې نذرانه وه او د دې بوئ په مالِک خُدائ ښۀ ولګېدو.</verse>
				<verse number="29">بيا موسىٰ هغه سينه واخستله او مالِک خُدائ ته يې د يوې خاص تُحفې په توګه پېش کړه. دا د موسىٰ د مقررولو په ګډ کښې حِصه وه. موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="30">موسىٰ د سر غوړولو څۀ تېل او څۀ وينه د قربان‌ګاه نه واخستله او په هارون او د هغۀ په زامنو او د هغوئ په جامو يې وشيندله. داسې هغۀ هغوئ او د هغوئ جامې مالِک خُدائ ته مخصوصې کړې.</verse>
				<verse number="31">موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو ته وفرمائيل، ”دا غوښه د مالِک خُدائ د حضور خېمې خولې ته يوسئ، وې يشوئ او د هغې روټۍ سره يې وخورئ کومه چې د مقررولو نذرانې په ټوکرۍ کښې ده، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.</verse>
				<verse number="32">کومه غوښه يا روټۍ چې پاتې وى نو هغه وسوزوئ.</verse>
				<verse number="33">اووۀ ورځې به تاسو د خېمې د دروازې خولې نه نۀ ځئ، چې ستاسو د مقررولو رسمونه پوره شوى نۀ وى.</verse>
				<verse number="34">چې نن مونږ څۀ وکړل نو مالِک خُدائ مونږ له د دې کولو حُکم راکړے دے، چې ستاسو د ګناه کفاره ادا کړُو.</verse>
				<verse number="35">تاسو به د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اووۀ شپې او ورځې پاتې کېږئ، هغه کار به کوئ د کوم چې مالِک خُدائ حُکم کړے دے. کۀ تاسو داسې ونۀ کړئ نو مړۀ به شئ. ځکه چې دا هغه څۀ دى د کوم چې مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے.“</verse>
				<verse number="36">نو هارون او د هغۀ زامنو هغه هر څۀ وکړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">د مقررولو د رسمونو نه پس په اتمه ورځ، هارون، د هغۀ زامن او د بنى اِسرائيلو مشران موسىٰ راوغوښتل.</verse>
				<verse number="2">هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”يو سخے او يو ګډ روان کړه چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او مالِک خُدائ ته يې پېش کړه، سخے د ګناه د نذرانې دپاره دے او ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره دے.</verse>
				<verse number="3">بيا اِسرائيلو ته ووايه چې د ګناه د نذرانې دپاره يو چېلے، د يو کال سخے او د يو کال ګډُورے بوځى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، دا به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى،</verse>
				<verse number="4">او يو غوَيے او يو ګډ به د سلامتۍ د نذرانې دپاره وى. هغوئ به دا مالِک خُدائ ته قربانى کړى، د غلې نذرانه به هم وى چې تېل ورسره ګډ وى. هغوئ به خامخا داسې کوى ځکه چې مالِک خُدائ به نن هغوئ ته څرګنديږى.“</verse>
				<verse number="5">هغوئ هر څۀ د مقدسې خېمې مخې ته راوړل چې څنګه موسىٰ حُکم کړے وو او د مالِک خُدائ د عبادت دپاره ټول قوم هلته راغونډ شو.</verse>
				<verse number="6">موسىٰ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تاسو له حُکم درکړے دے چې دا هر څۀ وکړئ، نو چې د هغۀ د حضور جلال تاسو ته ښکاره شى.“</verse>
				<verse number="7">بيا هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”قربان‌ګاه ته لاړ شه او د ګناه نذرانه او سوزېدونکې نذرانه پېش کړه چې ستا او د خلقو دپاره کفاره ادا شى. د خلقو دپاره نذرانه پېش کړه او د هغوئ دپاره کفاره ادا کړه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.“</verse>
				<verse number="8">هارون قربان‌ګاه ته لاړو او د خپل ځان دپاره يې يو سخے د ګناه د نذرانې په توګه حلال کړو.</verse>
				<verse number="9">د هغۀ زامنو وينه راوړه او هغۀ خپله ګوته په دې کښې ډُوبه کړه، لږه يې د قربان‌ګاه په ښکرو پورې ولګوه او پاتې شوې وينه يې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړه.</verse>
				<verse number="10">بيا هغۀ د ګناه د نذرانې نه وازګه، پښتورګى او د اينې ښۀ حِصه په قربان‌ګاه باندې وسوزول، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="11">خو هغۀ غوښه او څرمن د کېمپ نه بهر وسوزوله.</verse>
				<verse number="12">هغه ځناور يې حلال کړو کوم چې د هغۀ د خپلې سوزېدونکې نذرانې دپاره وو. د هغۀ زامنو هغۀ له وينه راوړه، نو هغۀ د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندله.</verse>
				<verse number="13">بيا هغوئ هغۀ له د سوزېدونکې نذرانې يوه يوه حِصه سره د سر ورکړه او هغۀ دا په قربان‌ګاه باندې وسوزول.</verse>
				<verse number="14">بيا هغۀ دنننى اندامونه او پتُونان ووينځل او په قربان‌ګاه باندې يې د پاتې شوې سوزېدونکې نذرانې دپاسه وسوزول.</verse>
				<verse number="15">د هغې نه پس، هغۀ د خلقو نذرانې پېش کړې. چېلے يې بوتلو کوم چې د خلقو د ګناه دپاره پېش کولے شو، حلال او پېش يې کړو، هم هغه شان چې څنګه يې د خپلې ګناه دپاره پېش کړے وو.</verse>
				<verse number="16">هغۀ د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور هم راوستلو او د اصُولو په مطابق يې پېش کړو.</verse>
				<verse number="17">هغۀ د غلې نذرانه پېش کړه، هغۀ يو موټے اوړۀ واخستل او په قربان‌ګاه باندې يې وسوزول. دا د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې نه علاوه وه.</verse>
				<verse number="18">هغۀ غوَيے او ګډ د خلقو دپاره د سلامتۍ نذرانې په توګه حلال کړل. د هغۀ زامنو هغۀ له وينه راوړه او هغۀ د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې واچوله.</verse>
				<verse number="19">هارون د غوَيى او ګډ د وازګې والا حِصې واخستلې،</verse>
				<verse number="20">د هغه ځناورو په سينو يې دپاسه کېښودلې او هر څۀ يې قربان‌ګاه ته راوړل. هغۀ وازګه په قربان‌ګاه باندې وسوزوله</verse>
				<verse number="21">او هغه سينې او ښے پتُون يې مالِک خُدائ ته د اِمامانو دپاره د خاص تُحفې په توګه پېش کړې، څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="22">چې کله هارون ټولې قربانۍ ختمې کړې، هغۀ خپل لاسونه د خلقو طرف ته اوږدۀ کړل او د هغوئ دپاره يې برکت وغوښتو او بيا راکوز شو.</verse>
				<verse number="23">موسىٰ او هارون د مالِک خُدائ مقدسې خېمې ته دننه لاړل او چې راووتل، نو د خلقو دپاره يې برکت وغوښتلو او د مالِک خُدائ جلال ټولو خلقو ته څرګند شو.</verse>
				<verse number="24">ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور په قربان‌ګاه باندې د وازګې والا حِصې او سوزېدونکې نذرانه پوره وسوزوله. چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ ټولو چغې کړې او سجده يې وکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">نو د هارون زامنو ندب او ابيهُو، هر يو خپل مجمر واخستلو او ژوندى سکارۀ يې په کښې واچول، خوشبوئى يې ورباندې واچوله او دا يې مالِک خُدائ ته پېش کړل. خو دا اور خُدائ پاک ته قبول نۀ وو، ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له د دې د پېش کولو حُکم نۀ وو ورکړے.</verse>
				<verse number="2">نو ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې هغوئ وسوزول او مړۀ شول.</verse>
				<verse number="3">بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.</verse>
				<verse number="4">موسىٰ ميسائيل او الصفن، د عُزى‌اېل زامن راوغوښتل، عُزى‌اېل د هارون ترۀ وو او موسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”دلته راشئ او د خپل ترۀ د زامنو مړى د مقدسې خېمې نه يوسئ او د کېمپ نه بهر يې کېږدئ.“</verse>
				<verse number="5">نو هغوئ راغلل او مړى يې د جامو نه ونيول او د خېمو نه بهر يې يوړل، هم هغه شان چې څنګه موسىٰ حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="6">بيا موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو اِلى‌عزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”خپل وېښتۀ ببر مۀ ساتئ او نۀ چې خپلې جامې وشلوئ چې ښکاره کړئ چې په غم غمژن يئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. او مالِک خُدائ به ټول قوم ته په قهر شى. خو نورو بنى اِسرائيلو ته اجازت دے چې په دې غم غمژن شى کوم مرګ چې د مالِک خُدائ د اور په وجه شوے دے.</verse>
				<verse number="7">د مقدسې خېمې د دروازې د خولې نه مۀ ځئ ګنې مړۀ به شئ، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ په تېلو غوړ کړے شوى يئ.“ نو هغوئ هم هغه شان وکړل چې څنګه موسىٰ فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="8">نو مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="9">”د ميو يا د شرابو څښلو نه پس تۀ او ستا زامن زما د حضور مقدسې خېمې ته مۀ راځئ، کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. دا قانون د همېشه دپاره دے چې ستاسو ټول اولاد به پرې عمل کوى.</verse>
				<verse number="10">تاسو خامخا د هغه څيزونو په مينځ کښې فرق کوئ څۀ چې د خُدائ پاک دى يا څۀ چې د عام استعمال دپاره دى او د هغه څيزونو په مينځ کښې چې کوم پاک دى او کوم ناپاک دى.</verse>
				<verse number="11">تاسو بنى اِسرائيلو ته هغه ټول قانون وښايئ کوم چې ما د موسىٰ په ذريعه درکړے دے.“</verse>
				<verse number="12">موسىٰ هارون او د هغۀ دوه پاتې شوو زامنو، اِلى‌عزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”د غلې هغه نذرانه واخلئ کومه چې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه پاتې شوې ده، پتيره روټۍ د دې سره پخه کړئ او د قربان‌ګاه په خوا کښې يې وخورئ، ځکه چې دا نذرانه ډېره مقدسه ده.</verse>
				<verse number="13">دا په مقدس ځائ کښې وخورئ، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه کښې ستا او ستا د زامنو حِصه ده. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ما ته حُکم کړے دے.</verse>
				<verse number="14">خو تاسو او ستاسو خاندان هغه سينه او پتُون خوړلے شئ کوم چې د اِمامانو دپاره مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې او خاص برخې په توګه پېش کيږى. دا تاسو په يو پاک ځائ کښې خوړلے شئ. دا نذرانې تاسو او ستاسو بچو له د بنى اِسرائيلو د سلامتۍ د نذرانو د برخې نه درکړے شوې دى چې ستاسو شى.</verse>
				<verse number="15">هغه پتُون او سينه به په هغه وخت راوړے شى چې کله وازګه په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى. دا برخې به همېشه دپاره ستاسو او ستاسو د بچو وى، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.“</verse>
				<verse number="16">موسىٰ د ګناه نذرانې د چېلى په حقله تپوس وکړو او خبر شو چې هغه خو سوزولے شوے دے. په دې باندې هغه اِلى‌عزر او اِتمر ته په قهر شو او پوښتنه يې وکړه چې،</verse>
				<verse number="17">”د ګناه نذرانه تاسو په مقدس ځائ کښې ولې ونۀ خوړله؟ دا ډېره مقدسه ده او دا مالِک خُدائ تاسو له د دې دپاره درکړې ده چې د کفارې ادا کولو په ذريعه د مالِک خُدائ په نظر کښې د قوم ګناهونه لرې شى.</verse>
				<verse number="18">چې د دې وينه مقدسې خېمې ته وړلے شوې نۀ وې، نو تاسو له په کار وُو چې هغه قربانى مو هلته خوړلے، چې څنګه ما حُکم درکړے وو.“</verse>
				<verse number="19">هارون په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ ما د ګناه نذرانه خوړلې وے، نو مالِک خُدائ به قبوله کړې وے څۀ؟ خلقو نن په خپله د ګناه نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړه او هغوئ خپله سوزېدونکې نذرانه هم راوړه، خو بيا هم دا مصيبتونه ما ته راپېښ شول.“</verse>
				<verse number="20">چې کله موسىٰ دا واورېدل، نو د هغۀ تسلى وشوه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل</verse>
				<verse number="2">کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره وُو. تاسو په زمکه ګرځېدونکے هر هغه ځناور خوړلے شئ</verse>
				<verse number="3">چې د هغې د پښو سومونه په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى،</verse>
				<verse number="4">خو تاسو دا ځناور مۀ خورئ، يعنې اوښ، ځنګلى سوه، يا عامه سوه. دا به ناپاک ګڼلے شى، دا بيا بيا شخوند وهى، خو د دې سومونه يې په مينځ بېل نۀ دى.</verse>
				<verse number="5"></verse>
				<verse number="6"></verse>
				<verse number="7">خنزير مۀ خورئ. دا به خامخا ناپاک ګڼلے شى، د دې د پښو نوکونه په مينځ بېل وى، خو بيا بيا شخوند نۀ وهى.</verse>
				<verse number="8">دا ځناور مۀ خورئ يا چې مړۀ وى نو لاس به هم نۀ وروړئ، دا ناپاک دى.</verse>
				<verse number="9">تاسو هغه هر قِسم کبان خوړلے شئ کوم چې وزر او په څرمن پترى لرى،</verse>
				<verse number="10">خو داسې د اوبو بل هر يو څيز چې وزر او په څرمن پترى نۀ لرى هغه نۀ شئ خوړلے.</verse>
				<verse number="11">داسې څيزونه به ستاسو دپاره حرام وى. تاسو به هيڅکله هم د دې غوښه نۀ خورئ يا کۀ مړۀ وى نو لاس به هم نۀ وروړئ.</verse>
				<verse number="12">تاسو هر هغه څيز مۀ خورئ کوم چې په اوبو کښې اوسيږى او وزر او په څرمن پترى نۀ لرى.</verse>
				<verse number="13">دا هغه مارغان دى چې تاسو به ترې نه کرکه کوئ چې تاسو يې ونۀ خورئ ځکه چې دا حرام دى، شاهين، ګونګا، باز، شهباز، باښه، ګنجۍ، کارغۀ، شتر‌مرغ، ايلۍ، زاڼې، ډينګ، ماهى خور مارغۀ، سمندرى بطحه، ملا‌چرچک يا ښاپېرک.</verse>
				<verse number="14"></verse>
				<verse number="15"></verse>
				<verse number="16"></verse>
				<verse number="17"></verse>
				<verse number="18"></verse>
				<verse number="19"></verse>
				<verse number="20">الوتونکى حشرات ناپاک دى، تاسو د دې نه کرکه وکړئ،</verse>
				<verse number="21">خو بغېر د هغې نه چې په پښو ګرځى او ټوپونه وهى.</verse>
				<verse number="22">تاسو کېرړى، د قحطۍ مُلخان او نور مُلخان خوړلے شئ.</verse>
				<verse number="23">خو نور ټول واړۀ څيزونه چې وزر لرى او په زمکه باندې په پښو ګرځى دا به ستاسو دپاره حرام وى.</verse>
				<verse number="24">دا ځناور ستاسو دپاره ناپاک دى، هر څوک چې دې مړو ځناورو ته لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى يعنې ټول نوکونه لرونکى ځناور، خو د هغې نه بغېر چې نوکونه يې په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى، او ټول څلور پښې لرونکى ځناور چې پنجې لرى. چې دا ځناور مړۀ وى او هر څوک ورله لاس وروړى يا يې يوسى، نو هغه به خامخا خپلې جامې وينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="25"></verse>
				<verse number="26"></verse>
				<verse number="27"></verse>
				<verse number="28"></verse>
				<verse number="29">ړنده مږه، عامه مږه، منږکان او سمسېره، کربوړے او هر قِسم چرمښکۍ به خامخا ناپاک ګڼلے شى.</verse>
				<verse number="30"></verse>
				<verse number="31">دا ستاسو دپاره ناپاک دى. چې دا مړۀ وى او هر څوک چې لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="32">او يا کۀ دا مړۀ وى او په څۀ څيز باندې وغورزيږى، نو هغه به ناپاک وى. هغه څيز کۀ د لرګى نه جوړ وى، کپړه، څرمن، يا بوجۍ وى، کۀ هر څيز دپاره هم استعماليږى. هغه څيز به په اوبو کښې غوپه کړے شى، خو دا به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="33">کۀ دا مړۀ شوى ځناور د خاورو په لوښى کښې وغورزيږى، په هغې کښې چې هر څۀ وى نو هغه به ناپاک وى، نو تاسو هغه لوښے مات کړئ.</verse>
				<verse number="34">هر هغه خوراک کوم چې په عامه توګه خوړلے شى، خو کۀ په دې خوراک باندې د هغه لوښى نه اوبۀ توئ کړے شوې وى، نو هغه خوراک به ناپاک وى او په داسې لوښى کښې چې د څښلو څۀ هم وى نو هغه به ناپاک وى.</verse>
				<verse number="35">کۀ دا مړۀ شوى ځناور په هر څۀ باندې راوغورزيږى نو هغه به ناپاک وى، کۀ هغه د خټې نغرے وى يا د پخلى لوښے وى نو ماتولے به شى،</verse>
				<verse number="36">خو چينه يا ډيګۍ به پاکه وى، خو کۀ بل هر څوک دې مړو ځناورو له لاس وروړى نو هغه به ناپاک وى.</verse>
				<verse number="37">کۀ دا په هغه تخم باندې وغورزيږى کوم چې کَرلے کيږى، نو تخم به پاک وى.</verse>
				<verse number="38">خو کۀ تخم په اوبو کښې پستولے شى او دا قِسم مړ ځناور ورباندې راوغورزيږى، نو تخم به ناپاک وى.</verse>
				<verse number="39">کۀ يو حلال ځناور مړ شى، کۀ هر څوک ورله لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="40">کۀ هر څوک د دې ځناور څۀ غوښه وخورى، نو هغه به خامخا خپلې جامې وينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى، هر څوک چې دا مړۀ ځناور يوسى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="41">تاسو هغه ټول ځناور مۀ خورئ کوم چې په زمکه باندې ګرځى،</verse>
				<verse number="42">لکه چې په خېټه باندې، يا په څلورو پښو باندې او يا په ډېرو پښو ګرځى.</verse>
				<verse number="43">د دې په خوړلو باندې خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ.</verse>
				<verse number="44">زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو خپل ځانونه پاک او مقدس ساتئ، ځکه چې زۀ مقدس يم.</verse>
				<verse number="45">زۀ مالِک خُدائ يم چا چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، تاسو خامخا مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مقدس يم.</verse>
				<verse number="46">نو دا د ځناورو او مارغانو په حقله قانون دے، د هغه هر ژوندى څيز په حقله چې په اوبو کښې اوسيږى او چې په زمکه ګرځى.</verse>
				<verse number="47">چې تاسو د پاک او ناپاک او د حلال او حرام په مينځ کښې فرق وکړئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل</verse>
				<verse number="2">کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. د يو زوئ پېدا کېدو نه پس ښځه تر اووۀ ورځو پورې ناپاکه وى، هم هغه شان چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې ناپاکه وى.</verse>
				<verse number="3">په اتمه ورځ به ماشوم سنت کړے شى.</verse>
				<verse number="4">نو ښځه دې درې دېرش ورځې نور هم انتظار کوى، ترڅو چې هغه پاکه شى. نو په دې دوران کښې به هغه هيڅ پاک څيز له لاس نۀ وروړى او نۀ به مقدسې خېمې ته ورننوځى چې تر څو پورې هغه پاکه شوې نۀ وى.</verse>
				<verse number="5">د يوې لور پېدا کېدو نه پس ښځه تر څوارلسو ورځو پورې هم هغه شان ناپاکه وى، چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې ناپاکه وى. او د پوره پاکېدو دپاره به هغه شپږ شپېتۀ ورځې نور هم انتظار کوى.</verse>
				<verse number="6">چې کله د هغې د ناپاکوالى وخت ختم شى نو هغه پاکه شى، کۀ د هغې زوئ يا لور پېدا شوې وى، نو هغه به اِمام ته د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې خولې ته د يو کال ګډُورے د سوزېدونکې نذرانې دپاره او يوه کونتره يا يوه ګوګوشتکه د ګناه د نذرانې دپاره راوړى.</verse>
				<verse number="7">اِمام به د هغې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړى او د هغې د ناپاکۍ د لرې کولو دپاره به کفاره ادا کړى او د وينې د بهېدو نه به هغه پاکه شى. دا هغه اصُول دى چې يوه ښځه به يې د هلک يا د جينۍ د پېدا کېدو نه پس ضرور کوى.</verse>
				<verse number="8">کۀ هغه ښځه يو ګډُورے نۀ شى اخستلے، نو هغه به يوه د کُړکوړو جوړه يا د کونترو دوه بچى راوړى، يوه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى او بله د ګناه د نذرانې دپاره وى او اِمام به د هغې د ناپاکۍ لرې کولو دپاره کفاره ادا کړى او هغه به پاکه شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل.</verse>
				<verse number="2">کۀ د چا په څرمن زخم وى يا پړسوب يا دانه وى چې د دې دا يره وى چې د دې نه به لکه د جذام بيمارى جوړه شى، نو هغه به د هارون د خاندان اِمام ته راوستلے شى.</verse>
				<verse number="3">اِمام به زخم وګورى او کۀ په دې کښې وېښتۀ سپين شوى وى او زخم د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارېدو، نو دا د جذام بيمارى ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاکه دے.</verse>
				<verse number="4">خو کۀ زخم سپين وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى او وېښتۀ هم سپين شوى نۀ وى، نو اِمام به هغه د اووۀ ورځو دپاره د نورو نه جدا وساتى.</verse>
				<verse number="5">اِمام به په اوومه ورځ هغه بيا وګورى او کۀ د هغۀ په خيال کښې زخم هم هغه شان ښکارى او خور شوے نۀ وى، نو هغه به يې د نورو اووۀ ورځو دپاره جدا وساتى.</verse>
				<verse number="6">اِمام به په اوومه ورځ هغه بيا وګورى او کۀ زخم اوچ شوے وى او خور شوے نۀ وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے، دا بس صِرف زخم دے. نو هغه کس دې خپلې جامې ووينځى او هغه به پاک شى.</verse>
				<verse number="7">خو کۀ د اِمام د کتلو نه پس زخم خوريږى او اِمام اِعلان کړے وى چې دا پاک دے نو هغه به خامخا د اِمام په مخکښې بيا حاضريږى.</verse>
				<verse number="8">اِمام به هغه بيا وګورى او کۀ دا خور شوے وى، نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاک دے، دا د جذام بيمارى ده.</verse>
				<verse number="9">کۀ د چا د جذام بيمارى وى، نو اِمام له به راوستلے شى،</verse>
				<verse number="10">اِمام به دے وګورى. کۀ د هغۀ په څرمن زخم سپين وى کوم چې وېښتۀ سپينوى او د پيپ نه ډک وى،</verse>
				<verse number="11">دا د جذام يوه بيمارى ده چې د ډېر وخت نه ده. اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے، د هغۀ د نورو نه د جدا کولو ضرورت نشته، ځکه چې هغه په ښکاره ناپاکه دے.</verse>
				<verse number="12">کۀ د جذام بيمارى خوريږى او هغه کس يې د سر نه تر پښو پورې پټ کړے وى، کوم ځايونه چې اِمام ته ښکارى،</verse>
				<verse number="13">نو اِمام به هغه بيا وګورى. کۀ هغۀ ته پته ولګى چې دا بيمارى د هغۀ د ټول وجود نه ختمه شوې ده، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا پاک دے. کۀ دې بيمارۍ سره د هغۀ ټول وجود سپين شوے وى، نو هغه پاک دے.</verse>
				<verse number="14">خو چې د کوم وخت نه کولاو زخم ښکاره شى، نو هغه به ناپاک وى.</verse>
				<verse number="15">کله چې اِمام دا کولاو زخم وګورى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے. د کولاو زخم مطلب دا دے چې دا د جذام بيمارى ده او هغه کس ناپاک دے.</verse>
				<verse number="16">خو چې کله زخم روغ شى او بيا سپين شى، نو هغه کس به اِمام له لاړ شى،</verse>
				<verse number="17">هغه به يې بيا وګورى. کۀ زخم سپين شوے وى، نو هغه پاک دے او اِمام به اِعلان وکړى چې دا پاک دے.</verse>
				<verse number="18">کۀ په يو کس دانه وى چې روغه شوى وى</verse>
				<verse number="19">او کۀ د دې نه پس پړسوب يا سور بخن يا سپين بخن داغ راښکاره شى چرته چې دانه وه، نو هغه به دا اِمام ته وښائى.</verse>
				<verse number="20">اِمام به هغه وګورى او کۀ دانه د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه ښکارى او وېښتۀ په کښې سپين شوى وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا ناپاکه دے. دا د جذام بيمارى ده چې په دانه کښې شروع شوې ده.</verse>
				<verse number="21">خو کۀ اِمام دا وګورى او پته ورته ولګى چې په دې کښې وېښتۀ سپين شوى نۀ دى او دا د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه نۀ وى، خو چې دا اوچه شوې وى، نو اِمام به هغه اووۀ ورځې د نورو نه جدا کړى.</verse>
				<verse number="22">کۀ داغ خور شى، نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاکه دے، دا د بيمارۍ يوه نښه ده.</verse>
				<verse number="23">خو کۀ دا په خپل ځائ کښې ايسار شى او خور نۀ شى، نو دا د دانې نه پاتې شوې نښه ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے.</verse>
				<verse number="24">کۀ يو کس سوزېدلے وى، کۀ دا کچه غوښه سپينه يا سره بخنه سپينه شى،</verse>
				<verse number="25">اِمام به هغه وګورى. کۀ په دانه کښې وېښتۀ سپين شوى وى او دا د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه ښکارى، دا د جذام بيمارى ده چې د سوزېدو په وجه شروع شوې ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے.</verse>
				<verse number="26">خو کۀ په دې کښې وېښتۀ سپين شوى نۀ وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه نۀ وى، خو چې اوچه شوې وى، نو اِمام به هغه تر اووۀ ورځو پورې د نورو نه جدا کړى.</verse>
				<verse number="27">اِمام به هغه په اوومه ورځ بيا وګورى او کۀ دا خوريږى، نو دا د جذام بيمارى ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے.</verse>
				<verse number="28">خو کۀ داغ په خپل ځائ ايسار شى او خور نۀ شى او اوچ شى، نو دا د جذام بيمارى نۀ ده. اِمام به اِعلان وکړى چې دا پاک دے، ځکه چې داسې تش د سوزېدلى ځائ نښه وى.</verse>
				<verse number="29">کله چې د يو سړى يا ښځې په سر يا زنه باندې زخم وى،</verse>
				<verse number="30">اِمام به دا وګورى. کۀ چرې د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارى او وېښتۀ په کښې زېړ بخن او نرى ښکارى، نو دا د جذام بيمارى ده او هغه به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاک دے.</verse>
				<verse number="31">کۀ چرې اِمام هغه وګورى، کۀ زخم د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى، خو تر اوسه پورې په کښې تور وېښتۀ نۀ وى نو هغه به دا د اووۀ ورځو دپاره د نورو نه جدا کړى.</verse>
				<verse number="32">اِمام به په اوومه ورځ هغه زخم بيا وګورى او کۀ دا خور شوے نۀ وى او په دې کښې زېړ بخن وېښتۀ نۀ وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى،</verse>
				<verse number="33">نو هغه کس به د زخم د ځائ نه بغېر نور سر کل کړى. اِمام به يې بيا د نورو اووۀ ورځو دپاره جدا کړى.</verse>
				<verse number="34">په اوومه ورځ به بيا اِمام هغه زخم وګورى او کۀ دا خور شوے نۀ وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا پاک دے. هغه کس به خپلې جامې ووينځى او هغه به پاک شى.</verse>
				<verse number="35">خو چې کله هغه اِعلان وکړى چې دا پاک دے او د هغې نه پس زخم خور شى،</verse>
				<verse number="36">اِمام به هغه بيا وګورى. کۀ زخم خور شوے وى، نو هغۀ ته ضرورت نشته چې زېړ بخن وېښتۀ وګورى، هغه کس ښکاره ناپاک دے.</verse>
				<verse number="37">خو کۀ د اِمام په خيال کښې زخم خور شوے نۀ وى او تور وېښتۀ په کښې شوى وى، نو زخم روغ شوے دے او اِمام به اِعلان وکړى چې هغه پاک دے.</verse>
				<verse number="38">چې کله د يو سړى يا ښځې په څرمن سپينې دانې وى،</verse>
				<verse number="39">اِمام به هغه کس وګورى. کۀ داغونه اوچ او سپين وى، نو دا بس صِرف يوه ګرمکه ده چې په څرمن باندې راختلې ده، هغه کس پاک دے.</verse>
				<verse number="40">کۀ د يو سړى مخکښېنى يا وروستنى د سر وېښتۀ غورزېدلى وى، نو د دې په وجه هغه نۀ ناپاکه کيږى.</verse>
				<verse number="41"></verse>
				<verse number="42">خو چې کوم ځائ ګنجے وى کۀ په هغې باندې سپين يا سور بخن سپين زخم ښکاره شى، نو دا د جذام بيمارى ده.</verse>
				<verse number="43">اِمام به هغه وګورى او کۀ زخم سور بخن سپين وى،</verse>
				<verse number="44">نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاک دے، ځکه چې د هغۀ په سر باندې د جذام بيمارى ده.</verse>
				<verse number="45">د کوم کس چې د جذام بيمارى وى نو هغه به خامخا شلېدلې جامې اغوندى، خپل وېښتۀ به ببر پرېږدى، خولۀ او پوزه دې پټه کړى او چغې دې وهى، ”زۀ ناپاک يم، زۀ ناپاک يم.“</verse>
				<verse number="46">چې تر کومې پورې د هغۀ دا بيمارى وى نو هغه به ناپاک وى او هغه به د خېمو نه بهر، د نورو نه لرې اوسيږى.</verse>
				<verse number="47">چې کله په کپړو د وروستوالى پشم ولګى، کۀ هغه د وړۍ يا د کتان وى يا کۀ په څرمن باندې وى يا په داسې څۀ څيز باندې هم وى چې د څرمنې نه جوړ وى،</verse>
				<verse number="48"></verse>
				<verse number="49">کۀ دا پشم شين بخن يا سور بخن وى، دا يو خورېدونکے پشم دے او دا به خامخا اِمام ته ښودلے شى.</verse>
				<verse number="50">اِمام به يې وګورى او هغه څيز به تر اووۀ ورځو پورې جدا کېږدى.</verse>
				<verse number="51">هغه به دا په اوومه ورځ بيا وګورى او کۀ پشم پرې خور شوے وى، نو هغه څيز ناپاک دے.</verse>
				<verse number="52">اِمام به دا وسوزوى، ځکه چې دا يو خورېدونکے پشم دے کوم چې به خامخا په اور ختمولے شى.</verse>
				<verse number="53">خو، کۀ هغه دا وګورى او اِمام ته پته ولګى چې پشم په هغه څيز باندې خور شوے نۀ دے،</verse>
				<verse number="54">هغه به حُکم وکړى چې دا دې ووينځلے شى او د نورو اووۀ ورځو دپاره دې جدا وساتى.</verse>
				<verse number="55">بيا به هغه دا وګورى او کۀ پشم خپل رنګ نۀ وى بدل کړے او خور شوے هم نۀ وى، دا بيا هم ناپاک دے، خرابتيا کۀ د دې مخې ته وى يا شا ته وى تاسو هغه څيز وسوزوئ.</verse>
				<verse number="56">خو چې بيا يې وګورى، چې پشم اوچ شوے وى، نو هغه دې د هغه کپړې يا څرمنې نه خرابه شوې حِصه وشلوى.</verse>
				<verse number="57">کۀ پشم بيا راڅرګند شى او خوريږى، نو د دې مالِک به دا څيز وسوزوى.</verse>
				<verse number="58">کۀ هغه دا څيز ووينځى او داغونه ورک شى، هغه به دا بيا ووينځى او دا به پاک شى.</verse>
				<verse number="59">نو دا قانون په کپړه د پشم په حقله دے، کۀ هغه پشم په وړۍ يا په لټه وى، يا د لټې يا د وړۍ په کپړه وى، يا د څرمنې جوړ شوى څيز باندې وى، نو د دې په بنياد به فېصله کولے شى چې دا پاک دى او کۀ ناپاک دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل</verse>
				<verse number="2">دا اصُول د هغه کس د پاکوالى دپاره دى چې د جذام د بيمارۍ نه روغ شوے وى. چې په کومه ورځ اِعلان وشى چې هغه پاک دے، نو هغه به اِمام له بوتلے شى،</verse>
				<verse number="3">او اِمام به هغه د خېمو نه بهر بوځى او وبه يې ګورى. کۀ هغه کس روغ شوے وى،</verse>
				<verse number="4">نو اِمام به حُکم وکړى چې دوه حلال مارغان دې د دِيار د لرګى د يوې ټُکړې سره، يو د تک سور تار او د وېلنى بوټى سره راوړلے شى.</verse>
				<verse number="5">بيا به اِمام حُکم وکړى چې يو مارغۀ دې د خاورې لوښى دپاسه حلال کړے شى چې د چينې تازه اوبۀ په کښې وى.</verse>
				<verse number="6">هغه به ژوندے مارغۀ د دِيار د لرګى، د تک سور تار او د وېلنى سره، د هغۀ مارغۀ په وينه کښې ډُوب کړى کوم چې حلال شوے وى.</verse>
				<verse number="7">هغه به اووۀ ځله هغه وينه په هغه سړى باندې وشيندى کوم چې د جذام د بيمارۍ نه پاکولے شى او بيا به هغه اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے. هغه به ژوندے مارغۀ آزاد کړى چې په هوا کښې والوځى.</verse>
				<verse number="8">هغه کس به خپلې جامې ووينځى، ټول وېښتۀ به کل کړى او غسل به وکړى، نو پاک به شى. بيا هغه خېمو ته تلے شى، خو هغه به اووۀ ورځې د خپلې خېمې نه بهر اوسيږى.</verse>
				<verse number="9">په اوومه ورځ به هغه بيا خپل سر، ږيره، وروځې او د بدن نور ټول وېښتۀ کل کړى، هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، نو هغه به پاک شى.</verse>
				<verse number="10">په اتمه ورځ به هغه دوه ګډُورى او يوه ګډورۍ چې د يو کال وى او هيڅ عېب په کښې نۀ وى، درې کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى او د ليټر درېمه حِصه د زيتُونو تېل دې راوړى.</verse>
				<verse number="11">اِمام به هغه کس او دا نذرانې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يوسى.</verse>
				<verse number="12">بيا به اِمام يو ګډُورے او د تېلو د ليټر درېمه حِصه يوسى او دا به د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى. هغه به دا د اِمام دپاره مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه پېش کړى.</verse>
				<verse number="13">هغه به ګډُورے په هغه مقدس ځائ کښې حلال کړى چرته چې د ګناه نذرانې او د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلالولے شى. دا ځکه چې د ګناه د تاوان نذرانه، د ګناه د نذرانې په شان د اِمام ده او ډېره مقدسه ده.</verse>
				<verse number="14">اِمام به د ګډُورى لږه وينه واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې دې ولګوى د کوم کس چې اِعلان کيږى چې دا پاک دے.</verse>
				<verse number="15">اِمام به د زيتُونو لږ تېل واخلى او د خپل ګس لاس په تلى کښې به يې واچوى،</verse>
				<verse number="16">د خپل ښى لاس ګوته به په دې کښې ډُوبه کړى او لږ به هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې اووۀ ځله وشيندى.</verse>
				<verse number="17">هغه به څۀ تېل چې د هغۀ د لاس په تلى کښې دى او څۀ د ګډُورى وينه واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې ولګوى چې د کوم کس اِعلان کيږى چې دا پاک دے.</verse>
				<verse number="18">د هغۀ د لاس په تلى کښې چې کوم پاتې شوى تېل دى هغه به د دې کس په سر باندې ولګوى. نو د هغۀ د پاکوالى کفاره به ادا کړى.</verse>
				<verse number="19">بيا به اِمام د ګناه نذرانه پېش کړى او د پاکوالى کفاره به ادا کړى. د هغې نه پس، هغه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلال کړى</verse>
				<verse number="20">او دا به د غلې نذرانې سره په قربان‌ګاه باندې پېش کړى. نو اِمام به د پاکوالى کفاره ادا کړى او هغه کس به پاک شى.</verse>
				<verse number="21">کۀ هغه غريب وى او نور څۀ نۀ شى اخستلے، نو د هغۀ د پاکوالى د کفارې ادا کولو دپاره دې هغه يو ګډُورے د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى، دا به مالِک خُدائ ته د اِمام دپاره يوه خاص تُحفه وى. هغه به صِرف يو کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، دا د غلې د نذرانې دپاره او د ليټر درېمه حِصه د زيتُونو تېل راوړى.</verse>
				<verse number="22">هغه به دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې هم راوړى، يوه د ګناه نذرانې دپاره او يوه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى.</verse>
				<verse number="23">د هغۀ د پاکوالى په اتمه ورځ به هغه دا د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اِمامانو له راوړى.</verse>
				<verse number="24">اِمام به ګډُورے او د زيتُونو تېل واخلى او مالِک خُدائ ته به يې د يوې خاص تُحفې په توګه د اِمام دپاره پېش کړى.</verse>
				<verse number="25">هغه به ګډُورے حلال کړى او د دې څۀ وينه به واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې ولګوى.</verse>
				<verse number="26">اِمام به لږ تېل د خپل ګس لاس په تلى کښې واچوى</verse>
				<verse number="27">او د خپل ښى لاس د يوې ګوتې سره به څۀ تېل د مالِک خُدائ په حضور کښې اووۀ ځله وشيندى.</verse>
				<verse number="28">هغه به څۀ تېل هم په هغه ځايونو پورې ولګوى چې څنګه يې وينه لګولې وه، د هغۀ د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټې ګوتې پورې، او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې.</verse>
				<verse number="29">د هغۀ په تلى کښې چې کوم پاتې شوى تېل دى هغه دې د هغه کس په سر واچوى او داسې به د پاکوالى کفاره ادا کړى.</verse>
				<verse number="30">بيا به هغه يوه ګوګوشتکه يا کونتره پېش کړى،</verse>
				<verse number="31">دا به د ګناه د نذرانې په توګه او هغه بله د غلې د نذرانې سره، د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. نو اِمام به د مالِک خُدائ په حضور کښې د هغه کس د پاکوالى کفاره ادا کړى.</verse>
				<verse number="32">دا قانون د هغه چا دپاره دے چې د جذام بيمارى لرى خو د خپل پاکوالى دپاره عامې نذرانې نۀ شى اخستلے.</verse>
				<verse number="33">بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل</verse>
				<verse number="34">او د هغه کورونو په حقله دا اصُول يې ورته وښودل چې خورېدونکى پشم په حقله وى. (دا اصُول د بنى اِسرائيلو دپاره وُو چې کله هغوئ د کنعان مُلک ته ننوتلى وے نو د هغې نه پس به پرې عمل کېدلے، کوم مُلک چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکولو چې خپل يې شى.) کۀ چا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ د هغۀ په کور پشم راوستے دے، نو هغه به خامخا ځى او د دې په حقله به اِمام ته وائى.</verse>
				<verse number="35"></verse>
				<verse number="36">نو چې کله اِمام پشم ليدلو له هلته ورځى نو هغه به حُکم وکړى چې هر څۀ دې د هغه کور نه بهر وويستلے شى، هسې نه چې د هغه کور ټول سامان ناپاکه اِعلان کړے شى. نو د دې نه وروسته دې اِمام کور ته ورشى</verse>
				<verse number="37">او پشم به وګورى. کۀ په دې کښې شين بخن يا سور بخن داغونه وى چې دېوال خرابوى،</verse>
				<verse number="38">اِمام به د هغه کور نه لاړ شى او اووۀ ورځې به يې بند وساتى.</verse>
				<verse number="39">په اوومه ورځ به هغه واپس راشى او بيا به يې وګورى. کۀ پشم خور شوے وى،</verse>
				<verse number="40">هغه به حُکم وکړى چې هغه کاڼى دې لرې کړے شى چې په کومو باندې پشم ښکارى او د ښار نه بهر په يو ناپاک ځائ کښې دې وغورزولے شى.</verse>
				<verse number="41">بيا دې هغه دننه ټول دېوالونه وتراشى او هغه راغورزېدلې خاوره دې د ښار نه بهر يو ناپاک ځائ ته يوړے شى.</verse>
				<verse number="42">چې کوم کاڼى لرې کړے شوى وى نو د هغې په ځائ دې نور استعمال کړے شى او دېوالونه دې په نوې خټه باندې لېو کړے شى.</verse>
				<verse number="43">د کاڼو د لرې کولو او دېوالونو د تراشلو او لېولو نه پس کۀ بيا په هغه کور کښې پشم راښکاره شى،</verse>
				<verse number="44">نو اِمام به لاړ شى او وبه يې ګورى. کۀ پشم خور شوے وى، نو کور ناپاک دے.</verse>
				<verse number="45">هغه کور دې خامخا وران کړے شى او د دې کاڼى، لرګى او د دې ټولې خاورې دې د ښار نه بهر يو ناپاک ځائ ته يوړے شى.</verse>
				<verse number="46">هر څوک چې هغه کور ته دننه لاړ شى کله چې هغه تاله وى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="47">هر څوک چې په دې کور کښې څملى يا په کښې خوراک وکړى نو خامخا به خپلې جامې وينځى.</verse>
				<verse number="48">کۀ کله اِمام د دې کتلو له راشى او د کور د بيا لېولو نه پس پشم راڅرګند شوے نۀ وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې کور پاک دے، ځکه چې پشم ورک شوے دے.</verse>
				<verse number="49">د کور د پاکولو دپاره، هغه به دوه مارغان، د دِيار لرګے، يو تک سور تار او د وېلنى يوه څانګه واخلى.</verse>
				<verse number="50">هغه به يو مارغۀ د خټې يو لوښى دپاسه حلال کړى چې د چينې تازه اوبۀ په کښې وى.</verse>
				<verse number="51">بيا به هغه د دِيار لرګے، د وېلنى څانګه، تک سور تار او هغه ژوندے مارغۀ واخلى او دا به د هغه حلال شوى مارغۀ په وينه کښې او په تازه اوبو کښې ډُوب کړى. او دا وينه او اوبۀ دې په کور باندې اووۀ ځله وشيندى.</verse>
				<verse number="52">نو هغه به دا کور د مارغۀ د وينې په ذريعه، د تازه اوبو او ژوندى مارغۀ، د دِيار لرګى، د وېلنى او د سور تار سره پاک کړى.</verse>
				<verse number="53">بيا به هغه ژوندے مارغۀ آزاد کړى چې د ښار نه بهر په هوا کښې والوځى. نو داسې هغه به د کور د پاکوالى دپاره کفاره ادا کړى او دا به پاک شى.</verse>
				<verse number="54">دا قانون د جذام بيمارۍ او خارښت په حقله دے،</verse>
				<verse number="55">د زخمونو، پړسوب، يا دانو، او يا په جامو يا کورونو کښې د پشم په حقله دے.</verse>
				<verse number="56"></verse>
				<verse number="57">کۀ يو څيز پاک يا ناپاک وى نو په دې قانون به فېصله کولے شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل</verse>
				<verse number="2">کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. کۀ د سړى د ذکر نه څۀ اوبۀ ووځى، نو هغه اوبۀ ناپاکې دى،</verse>
				<verse number="3">کۀ د هغۀ د ذکر نه اوبۀ روانې وى يا بند وى نو هغه ناپاک وى.</verse>
				<verse number="4">چې په کومه بستره هغه څملاستلے وى يا په بل څۀ باندې ناست وى نو هغه به هم ناپاک وى.</verse>
				<verse number="5">هر څوک چې د هغۀ بسترې له لاس وروړى</verse>
				<verse number="6">يا په هر څۀ باندې کښېنى په کوم باندې چې هغه سړے ناست وى نو هغه به جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.</verse>
				<verse number="7">کۀ څوک هغه سړى له لاس وروړى چې د کوم نه اوبۀ ځى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاکه وى.</verse>
				<verse number="8">چې د کوم سړى د ذکر نه اوبۀ ځى کۀ هغه په يو پاک کس توکاڼې اوتُوکى، نو هغه کس به خامخا جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.</verse>
				<verse number="9">په کوم زين چې هغه سړے کښېنى چې د کوم سړى د ذکر نه چې اوبۀ ځى نو هغه زين به ناپاک وى.</verse>
				<verse number="10">هر څوک چې هر هغه څيز له ګوتې وروړى چې په کوم باندې هغه سړے ناست وى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. کۀ څوک هر هغه څيز يوسى چې په کوم باندې هغه سړے ناست وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.</verse>
				<verse number="11">د کوم سړى د ذکر نه چې اوبۀ ځى کۀ هغۀ خپل لاسونه نۀ وى وينځلى او چا له ګوتې وروړى، نو هغه کس به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="12">هغه سړے کۀ د خټو لوښى له لاس وروړى نو دا به ماتولے شى او کۀ د لرګى لوښى له لاس وروړى نو خامخا به وينځلے شى.</verse>
				<verse number="13">د کوم سړى چې د ذکر نه اوبۀ ځى او هغه روغ شى نو د هغې نه پس، هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار کوى او بيا به خپلې جامې ووينځى او د چينې په تازه اوبو کښې به غسل وکړى او هغه به پاک شى.</verse>
				<verse number="14">په اتمه ورځ به هغه دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يوسى او اِمام له به يې ورکړى.</verse>
				<verse number="15">او اِمام به د دې نه يوه د ګناه د نذرانې په توګه او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، چې د هغه سړى د پاکوالى کفاره ادا کړى.</verse>
				<verse number="16">کله چې د يو سړى نه منى ووځى، نو هغه به خامخا خپل ټول بدن ووينځى او هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="17">هر څيز چې د کپړې يا څرمنې نه جوړ وى او منى ورباندې پرېوځى نو خامخا به وينځلے شى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.</verse>
				<verse number="18">د سړى او ښځې د کوروالى کولو نه پس به خامخا دواړه غسل کوى او هغوئ به تر ماښامه پورې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="19">چې کله د يوې ښځې مياشتنۍ بيمارى وى، نو هغه به اووۀ ورځې ناپاکه وى. هر څوک چې هغې له لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="20">د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې چې هغه په هر څيز باندې کښېنى يا څملى نو دا به ناپاک وى.</verse>
				<verse number="21">هر څوک چې د هغې بسترې يا هر هغه څيز له لاس وروړى چې په کوم باندې هغه ناسته وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.</verse>
				<verse number="22"></verse>
				<verse number="23"></verse>
				<verse number="24">کۀ يو سړے د هغې سره په داسې وخت کښې څملى چې مياشتنۍ بيمارى يې وى، نو هغه د هغې د ناپاکۍ په وجه ناپاک دے او اووۀ ورځې به ناپاک وى او هغه بستره هم ناپاکه ده په کومه باندې چې هغه څملى.</verse>
				<verse number="25">کۀ د يوې ښځې د مياشتنۍ بيمارۍ نه بغېر هم د ډېرو ورځو پورې وينه بهيږى يا د مياشتنۍ بيمارۍ د ورځو نه اخوا هم د هغې نه وينه جارى وى، نو تر کومې پورې چې ترې نه وينه بهيږى هغه ناپاکه ده، لکه چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په وخت کښې وى.</verse>
				<verse number="26">په دې دوران کښې چې هغه په کومه بستره څملى او په څۀ څيز باندې کښېنى نو دا ناپاک دى.</verse>
				<verse number="27">هر څوک چې دې څيزونو له لاس وروړى نو هغه ناپاک دے او خامخا به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="28">چې د هغې نه وينه بهېدل بند شى نو هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار کوى او بيا به هغه پاکه شى.</verse>
				<verse number="29">په اتمه ورځ به هغه دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اِمام له يوسى.</verse>
				<verse number="30">اِمام به د دې نه يوه د ګناه د نذرانې په توګه او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، نو د هغې دپاره به د پاکوالى کفاره ادا کړى.</verse>
				<verse number="31">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې بنى اِسرائيلو له خبردارے ورکړه چې څوک ناپاک وى هغه به لرې اوسيږى، نو د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې بې‌عزتى به نۀ کيږى، کومه چې د خېمو په مينځ کښې ده. کۀ هغوئ بې‌عزتى وکړه، نو مړۀ به شى.</verse>
				<verse number="32">دا اصُول د هغه سړى په حقله دى چې د ذکر نه يې اوبۀ يا منى ځى،</verse>
				<verse number="33">دا د داسې ښځې په حقله دى چې د هغې مياشتنۍ بيمارى وى، يا د يو سړى په حقله چې د يوې ښځې سره څملى کومه چې ناپاکه وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">مالِک خُدائ موسىٰ ته د هارون د دوو زامنو د مرګ نه پس وفرمائيل چې کله هغوئ مالِک خُدائ ته هغه اور پېش کړو کوم چې خُدائ پاک ته قبول نۀ وو.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”خپل ورور هارون ته ووايه چې هغه به صِرف په مناسب وخت د پړدې شا ته زيات مقدس ځائ ته ننوځى، ځکه چې زۀ به هلته په وريځ کښې د لوظ صندوق د کفارې تخت دپاسه راښکاره کېږم. کۀ هغۀ نافرمانى وکړه، نو هغه به ووژلے شى.</verse>
				<verse number="3">هغه زيات مقدس ځائ ته د هغې نه پس داخلېدلے شى چې يو سخے د ګناه د نذرانې دپاره او يو ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره راولى.“</verse>
				<verse number="4">بيا مالِک خُدائ دا اصُول وښودل. زيات مقدس ځائ ته ننوتلو نه مخکښې دې هارون خامخا غسل وکړى او د اِمامانو لِباس دې واغوندى، د کتان چُوغه او جانګى، پټۍ او پټکے.</verse>
				<verse number="5">د بنى اِسرائيلو قوم به هارون له د ګناه د نذرانې دپاره دوه چېلى او يو ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره ورکړى.</verse>
				<verse number="6">هغه به يو غوَيے د نذرانې په توګه پېش کړى چې د هغۀ د خپلې ګناه او د هغۀ د خاندان کفاره ادا شى.</verse>
				<verse number="7">بيا به هغه دوه چېلى د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته بوځى.</verse>
				<verse number="8">هلته به هغه پچه واچوى، دوه تيږې به راواخلى، په يوه باندې به ”مالِک خُدائ دپاره“ نښه واچوى او په بله به ”عزازيل دپاره“ نښه واچوى.</verse>
				<verse number="9">هارون به هغه چېلے حلال کړى چې د مالِک خُدائ دپاره د پچې په ذريعه خوښ کړے شوے وى او د ګناه د نذرانې په توګه به يې پېش کړى.</verse>
				<verse number="10">چې کوم چېلے د عزازيل دپاره خوښ کړے شوے وى هغه به مالِک خُدائ ته ژوندے پېش کيږى او په بيابان کښې به عزازيل ته وشړلے شى، چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى.</verse>
				<verse number="11">چې کله هارون غوَيے د خپلې ګناه او د خپل خاندان د ګناه دپاره د نذرانې په توګه قربانى کړى،</verse>
				<verse number="12">هغه به دوه موټى ښه خوشبوئى او د قربان‌ګاه نه يو مجمر د بلو سکارو واخلى او زيات مقدس ځائ ته به يې دننه راوړى.</verse>
				<verse number="13">هغه به هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې خوشبوئى په اور باندې واچوى او د خوشبويۍ لوګے به د لوظ صندوق د کفارې تخت پټ کړى نو هغه به دا ونۀ ګورى او مړ به نۀ شى.</verse>
				<verse number="14">هغه به د غوَيى لږه وينه واخلى او د خپلې ګوتې سره به يې د صندوق د کفارې تخت نمرخاتۀ طرف ته وشيندى او بيا به لږه د لوظ صندوق د کفارې تخت په مخکښې اووۀ ځله وشيندى.</verse>
				<verse number="15">د هغې نه پس، هغه به چېلے د خلقو دپاره د ګناه د نذرانې په توګه حلال کړى، وينه به يې زيات مقدس ځائ ته راوړى، د صندوق د کفارې په تخت او په مخکښې به يې وشيندى، هم هغه شان چې څنګه يې د غوَيى د وينې سره کړى وُو.</verse>
				<verse number="16">نو په دې کولو سره به هغه د زيات مقدس ځائ د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د بنى اِسرائيلو د ناپاکۍ او د ټولو ګناهونو نه پاک شى. هغه به د مقدسې خېمې دپاره خامخا داسې وکړى، ځکه چې هغه د کېمپ په مينځ کښې ولاړه ده، کوم ځائ چې ناپاک دے.</verse>
				<verse number="17">د هارون د پاکوالى کفاره ادا کولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتلو نه واخله د هغۀ د بهر راوتلو پورې، هلته به په خېمه کښې هيڅ څوک نۀ وى. چې په کوم وخت هغه د ځان، د خپل خاندان او د ټول قوم دپاره کفاره ادا کوى،</verse>
				<verse number="18">بيا به هغه خامخا د سوزېدونکې نذرانو دپاره بهر قربان‌ګاه ته لاړ شى او پاکه به يې کړى. هغه به لږه د غوَيى وينه او لږه د چېلى وينه واخلى او د قربان‌ګاه په ټولو ښکرونو پورې دې ولګوى.</verse>
				<verse number="19">هغه دې د خپلې ګوتې سره لږه وينه اووۀ ځله په قربان‌ګاه باندې وشيندى. نو دا به د بنى اِسرائيلو د ګناهونو نه پاکه کړى او مقدسه به يې کړى.</verse>
				<verse number="20">چې کله هارون د زيات مقدس ځائ، د مالِک خُدائ د حضور د ټولې مقدسې خېمې او د قربان‌ګاه د پاکوالى کفاره ادا کول ختم کړى، نو هغه به مالِک خُدائ ته هغه ژوندے چېلے پېش کړى چې د عزازيل دپاره خوښ شوے وو.</verse>
				<verse number="21">خپل دواړه لاسونه به د چېلى په سر کېږدى او د ټولو بدو عملونو، ګناهونو او بنى اِسرائيلو د سرکشو اِقرار به وکړى او دا به د چېلى په سر واچوى. بيا به يو مقرر شوے سړے دا چېلے بيابان ته بوځى.</verse>
				<verse number="22">چېلے به د ځان سره د هغوئ ټول ګناهونه په بيابان کښې يوې غېر‌ابادې علاقې ته يوسى.</verse>
				<verse number="23">نو بيا به هارون مقدسې خېمې ته ننوځى، زيات مقدس ځائ ته د ننوتلو نه مخکښې هغۀ چې کوم د اِمامانو د کتان لِباس اغوستے وو نو هغه به وباسى او هلته به يې پرېږدى.</verse>
				<verse number="24">هغه به په يو مقدس ځائ کښې غسل وکړى او خپلې جامې به واغوندى. د هغې نه پس، هغه به بهر لاړ شى او د خپلو ګناهونو او د خلقو ګناهونو لرې کولو کفارې دپاره به سوزېدونکې نذرانه پېش کړى.</verse>
				<verse number="25">د ځناور وازګه به په قربان‌ګاه باندې وسوزوى چې د ګناه د نذرانې دپاره ده.</verse>
				<verse number="26">کوم سړى چې دا چېلے په بيابان کښې عزازيل له بوتلے وى نو کېمپ ته واپس راتلو نه مخکښې هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى.</verse>
				<verse number="27">کوم غوَيے او چېلے چې د ګناه د نذرانې دپاره استعمال شوى وُو چې وينه يې د ګناه د کفارې ادا کولو دپاره زيات مقدس ځائ ته راوړلے شوې وه، دا به د کېمپ نه بهر وړلے شى او سوزولے به شى. څرمن، غوښه او کولمې هر څۀ به سوزولے شى.</verse>
				<verse number="28">څوک چې دا وسوزوى نو کېمپ ته واپس راتلو نه مخکښې هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى.</verse>
				<verse number="29">دا اصُول به د همېشه دپاره وى. د اوومې مياشتې په لسمه ورځ اِسرائيليان او د هغوئ سره مهاجر خلق به خامخا روژه نيسى او هيڅ کار به نۀ کوى.</verse>
				<verse number="30">په هغه ورځ به د هغوئ د ټولو ګناهونو نه د پاکوالى کفاره ادا شى او هغوئ به پاک شى.</verse>
				<verse number="31">چې په کومه ورځ باندې هغوئ روژه نيسى او کار نۀ کوى نو هغه به يوه ډېره مقدسه ورځ وى. دا اصُول به د همېشه دپاره وى.</verse>
				<verse number="32">کوم مشر اِمام چې د پلار په ځائ مقرر شوے وى، هغه به د پاکوالى کفاره ادا کړى. هغه به د اِمامانو د کتان لِباس واغوندى</verse>
				<verse number="33">او د زيات مقدس ځائ، د مالِک خُدائ د حضور ټولې مقدسې خېمې، قربان‌ګاه، د اِمامانو او د ټول قوم د پاکوالى کفاره به ادا کړى.</verse>
				<verse number="34">دا اصُول به د همېشه دپاره وى. په کال کښې يو ځل به خامخا د اِسرائيلو د ټولې ګناه نه د پاکوالى دپاره کفاره ادا کيږى. نو موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې</verse>
				<verse number="2">هارون د هغۀ زامنو او ټولو اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى.</verse>
				<verse number="3">کۀ يو اِسرائيلے کس يو غوَيے، يو ګډُورے، يا يو چېلۍ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې نه بغېر په هر ځائ کښې حلال کړى نو هغۀ به قانون مات کړے وى. هغۀ وينه توئ کړې ده او هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.</verse>
				<verse number="4"></verse>
				<verse number="5">د دې حُکم مطلب دا دے چې اِسرائيلو کوم ځناور په کولاو مېدان کښې حلالول نو هغوئ به هغه مالِک خُدائ ته راولى. هغوئ به دا د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اِمام له راولى او د سلامتۍ د نذرانو په توګه به يې حلالوى.</verse>
				<verse number="6">اِمام به هغه وينه د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې د قربان‌ګاه په طرفونو باندې وشيندى او د خوشبوئى جوړېدو دپاره دې وازګه وسوزوى، په مالِک خُدائ باندې دا خوشبو ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="7">اِسرائيليان دې د مالِک خُدائ سره نوره بې‌وفائى نۀ کوى چې خپل ځناور د چېلو په شان ښکارېدونکو پيريانو ته قربانى کړى. اِسرائيل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اصُول خامخا منى.</verse>
				<verse number="8">يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک هر يو کس چې د هغوئ سره اوسيږى چې هغه يوه سوزېدونکې نذرانه يا بله څۀ قربانى پېش کوى</verse>
				<verse number="9">او د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يې مالِک خُدائ ته د پېش کولو دپاره رانۀ وړى نو هغه کس به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.</verse>
				<verse number="10">هر يو اِسرائيلے يا د بل مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى او هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.</verse>
				<verse number="11">د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے او دا ځکه مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې ټوله وينه به په قربان‌ګاه توئ کړے شى چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى، دا وينه ده چې د ګناهونو کفاره ادا کوى.</verse>
				<verse number="12">دا ځکه مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته فرمائيلى دى چې نۀ به هغوئ او نۀ به د هغوئ سره مهاجر هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى.</verse>
				<verse number="13">هر يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ د يو ځناور يا مارغۀ ښکار وکړى کوم چې حلال وى، نو هغه به خامخا د دې وينه په زمکه توئ کړى او په خاوره به يې پټه کړى.</verse>
				<verse number="14">د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے، نو دا ځکه مالِک خُدائ اِسرائيلو ته فرمائيلى دى چې هغوئ به هغه غوښه نۀ خورى چې وينه لا په کښې وى خو کۀ چا وخوړله نو هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.</verse>
				<verse number="15">هر څوک، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس، کۀ هغۀ د يو داسې ځناور غوښه وخوړله چې هغه په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به هغه ناپاک وى خو بيا به پاک شى.</verse>
				<verse number="16">کۀ هغۀ داسې ونۀ کړل، نو هغۀ ته به د خپلو بدو سزا مِلاو شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې، زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="3">تاسو هغه شان کارونه مۀ کوئ څنګه چې د مِصر د مُلک خلقو کول، چرته چې تاسو اوسېدلئ او تاسو هغه شان کار هم مۀ کوئ څنګه چې د کنعان خلق يې کوى، چرته چې زۀ تاسو بوځم.</verse>
				<verse number="4">تاسو به زما حُکمونه منئ او زما په قانون به عمل کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="5">تاسو زما په شريعت او حُکمونو عمل کوئ، هر څوک چې پرې عمل کوى نو هغوئ به د دې په سبب پائى. زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="6">هيڅ څوک دې د خپلوانو سره زنا نۀ کوى. زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="7">د خپلې مور سره زنا کولو په وجه د خپل پلار سپکاوے مۀ کوئ، هغه ستاسو مور ده. د خپلې مور سره به هيڅکله داسې غلط کار نۀ کوئ.</verse>
				<verse number="8">د خپل پلار د نورو ښځو سره زنا مۀ کوئ، دا ستاسو د پلار سپکاوے دے.</verse>
				<verse number="9">د خپلې سکه يا ناسکه خور سره زنا مۀ کوئ، کۀ هغه ستاسو په کور کښې لويه شوې وى يا په بل ځائ کښې.</verse>
				<verse number="10">د خپلې نمسۍ سره زنا مۀ کوئ، د هغې سپکاوے ستاسو خپل سپکاوے دے.</verse>
				<verse number="11">د خپلې ناسکه خور سره زنا مۀ کوئ، ځکه چې هغه ستاسو خور ده.</verse>
				<verse number="12">د خپلې ترور سره زنا مۀ کوئ، ځکه چې هغه ستاسو د پلار يا د مور وينه ده.</verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14">د خپل ترۀ د ښځې سره د زنا کولو په وجه د هغۀ سپکاوے مۀ کوئ، ځکه چې هغه ستاسو د ترۀ ښځه ده.</verse>
				<verse number="15">د خپلې اِنږور سره زنا مۀ کوئ، هغه ستاسو د زوئ ښځه ده.</verse>
				<verse number="16">د خپلې ورندارې سره زنا مۀ کوئ، دا ستاسو د خپل ورور سپکاوے دے.</verse>
				<verse number="17">چې تاسو د يوې ښځې سره څملئ نو د هغې د لور يا د هغې د نمسۍ سره هم زنا مۀ کوئ، ځکه چې هغوئ ستاسو خپلوانې دى، دا به يو بد عمل وى.</verse>
				<verse number="18">د خپلې ښينې سره وادۀ مۀ کوئ چې کله د هغې خور يعنې ستاسو ښځه ژوندۍ وى.</verse>
				<verse number="19">چې کله د يوې ښځې مياشتنۍ بيمارى وى نو د هغې سره مۀ څملئ ځکه چې هغه ناپاکه وى.</verse>
				<verse number="20">د بل سړى د ښځې سره مۀ څملئ، د هغې په وجه به تاسو ناپاک شئ.</verse>
				<verse number="21">د خپل اولاد يو کس هم د مولک بُت دپاره مۀ ورکوئ چې د هغۀ په عبادت کښې استعمال شى ځکه چې په داسې کولو سره د خپل خُدائ پاک د نوم سپکاوے کوئ. زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="22">يو نر دې هم د بل نر کس سره جنسى تعلقات نۀ ساتى، دا يو بد عمل دے.</verse>
				<verse number="23">يو نر دې د يو ځناور سره زنا کولو په وجه خپل ځان نۀ ناپاک کوى، يا يوه ښځه دې د يو ځناور سره د زنا کولو کوشش نۀ کوى، دا يو ګنده عمل دے.</verse>
				<verse number="24">د دې عملونو په وجه خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ، ځکه چې غېرو قومونو داسې خپل ځانونه ناپاک کړل، هغه غېرقومونه چې مالِک خُدائ به يې ستاسو نه مخکښې وشړى.</verse>
				<verse number="25">د هغوئ عملونو هغه مُلک ناپاک کړو او مالِک خُدائ هغه مُلک له سزا ورکړه چې خپل اوسېدونکى وشړى.</verse>
				<verse number="26">هغوئ دا ټول حرام کارونه وکړل او هغه مُلک يې ناپاک کړو، خو چې تاسو داسې ونۀ کړئ. کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس چې ستاسو سره اوسيږى، نو تاسو ټول به د مالِک خُدائ په قانون او حُکمونو عمل کوئ،</verse>
				<verse number="27"></verse>
				<verse number="28">نو هغه مُلک به تاسو نۀ شړى، لکه چې څنګه يې غېرقومونه وشړل کوم چې ستاسو نه مخکښې هلته اوسېدل.</verse>
				<verse number="29">تاسو ته پته ده چې هر څوک دا حرام کارونه وکړى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“</verse>
				<verse number="30">او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ چې کوم حُکمونه درکړم په هغې عمل کوئ او د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې ستاسو نه مخکښې په هغه مُلک کښې اوسېدل، او د هغه غلطو کارونو کولو په وجه خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="2">”د اِسرائيلو قوم ته ووايه، مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک مقدس يم.</verse>
				<verse number="3">ستاسو هر يو کس دې د خپل مور او پلار عزت کوى او د سبت ورځ مانځئ، چې څنګه ما حُکم درکړے دے. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="4">زما نه مۀ اوړئ او د بُتانو عبادت مۀ کوئ، مجسمې مۀ جوړَوئ او مۀ يې عبادت کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="5">کله چې تاسو د سلامتۍ نذرانې دپاره يو ځناور حلالوئ، ما چې کوم اصُول درته ښودلى دى د هغې خيال ساتئ او زۀ به هغه نذرانه قبلوم.</verse>
				<verse number="6">چې په کومه ورځ ځناور حلال شى غوښه به يې هم په هغه ورځ يا ورپسې ورځ باندې خوړلے شى. څۀ غوښه چې د درېمې ورځې پورې پاتې وى نو هغه به خامخا سوزولے شى،</verse>
				<verse number="7">ځکه چې دا ناپاکه ده او کۀ څوک دا وخورى، نو زۀ به هغه نذرانه قبوله نۀ کړم.</verse>
				<verse number="8">هر څوک چې دا وخورى نو ګناه به د هغۀ په غاړه وى ځکه چې د هغه څۀ سپکاوے يې کړے دے چې مالِک خُدائ، ته وقف وُو، نو هغه به نور زما د خلقو نۀ شى ګڼلے.</verse>
				<verse number="9">کله چې تاسو د خپلو پټو فصل رېبئ، نو فصل د پټو تر غاړو پورې مۀ رېبئ او چې کوم وَږى د لَو نه پاتې وى نو د هغې رېبلو له واپس مۀ ورځئ.</verse>
				<verse number="10">خپلو د انګورو باغونو ته واپس مۀ ورځئ چې هغه انګور راټول کړئ کوم چې پاتې شوى وى يا غورزېدلى وى، دا غريبانانو او مسافرو ته پرېږدئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="11">غلا مۀ کوئ، دروغ مۀ وايئ او يو بل مۀ دوکه کوئ.</verse>
				<verse number="12">زما په نوم د دروغو قسم مۀ خورئ چې ستاسو د دې د پوره کولو اراده نۀ وى، دا به زما د نوم سپکاوے وى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="13">خپل ګاونډى مۀ دوکه کوئ او د هغۀ نه غلا مۀ کوئ. د يو مزدور مزدورى تر سحره پورې مۀ ايساروئ.</verse>
				<verse number="14">يو کُوڼ کس ته ښېرې مۀ کوئ او د يو ړوند په مخکښې داسې څۀ څيز مۀ ږدئ چې په هغې باندې تيندک وخورى. زما نه يرېږئ، زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="15">د عدالت په فېصلو کښې د بې‌اِنصافۍ نه کار مۀ اخلئ، چې د يو غريب طرفدارى وکړئ يا د مالدار کس نه يرېږئ، د خپل ګاونډى سره اِنصاف کوئ.</verse>
				<verse number="16">د هيچا په حقله دروغ مۀ خوروئ او کله چې د چا د ژوند مقدمه وى، کۀ هغه ستاسو د ګواهۍ په وجه بچ کېدے شى نو ګواهى ورکړئ. زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="17">د نورو خِلاف په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د هغوئ سره خپل اختلافات ختم کړئ، نو چې د هغوئ په وجه ګناهګار نۀ شئ.</verse>
				<verse number="18">د هيچا نه بدل مۀ اخلئ يا د چا سره په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="19">زما په حُکمونو عمل کوئ. مختلف قِسمه ځناور مۀ پرېږدئ چې يو بل مال کړى. په يو پټى کښې دوه قِسمه تخم مۀ کَرئ. د دوه قِسمه تار نه جوړې شوې جامې مۀ اغوندئ.</verse>
				<verse number="20">کۀ يوه وينځه د يو سړى منلے شوى دوېمه ښځه وى خو چې لا اخستے شوې نۀ وى چې آزاده شى، نو کۀ يو بل سړے د هغې سره څملى، هغوئ له به سزا ورکولے شى خو وژلے به نۀ شى، ځکه چې هغه يوه وينځه وى.</verse>
				<verse number="21">هغه سړے به د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو ګډ راولى،</verse>
				<verse number="22">او اِمام به د دې سره د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د هغه سړى ګناه لرې شى او خُدائ پاک به هغه معاف کړى.</verse>
				<verse number="23">کله چې تاسو د کنعان مُلک ته ورننوځئ او د مېوې هر قِسم ونه هم وکَرئ، نو داسې وګڼئ چې هغه مېوه د درېو کالو پورې ناپاکه ده. په دې دوران کښې به تاسو هغه نۀ خورئ.</verse>
				<verse number="24">په څلورم کال به ټولې مېوې ما يعنې مالِک خُدائ ته په شکرانه کښې وقف کړئ.</verse>
				<verse number="25">خو په پينځم کال هغه مېوې خوړے شئ. کۀ تاسو دا هر څۀ وکړل، نو ستاسو ونې به زياتې مېوې ونيسى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="26">داسې غوښه مۀ خورئ چې وينه لا په کښې وى. فال مۀ ګورئ او کوډې مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="27">د خپل سر ګېرچاپېره لاندې وېښتۀ مۀ کلوئ او ږيره مۀ لنډوئ.</verse>
				<verse number="28">د مړى په غم کښې خپل بدن مۀ غوڅوئ او مۀ په کښې داغونه جوړَوئ. زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="29">د خپلو لوڼو نه کنجرې مۀ جوړوى او په دې کار کولو سره د د هغوئ بې‌عزتى مۀ کوئ، ګنې نورو معبودانو ته به ور واوړى او هغه مُلک به د بدعملۍ نه ډک شى.</verse>
				<verse number="30">د سبت ورځ مانځئ او د هغه ځائ عزت کوئ چې چرته زما عبادت کيږى. زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="31">د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له مۀ ورځئ چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى. کۀ تاسو داسې وکړل نو ناپاک به شئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="32">د بوډاګانو په مخکښې پاڅېږئ او د مشرانو عزت کوئ. زما نه يرېږئ، زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="33">د هغه مسافرو سره بد سلوک مۀ کوئ کوم چې ستاسو په مُلک کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="34">د هغوئ سره د يو اِسرائيلى په شان سلوک کوئ او د هغوئ سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. ياد ساتئ، تاسو هم په يو وخت کښې د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="35">د ناپ، تول، يا د مِقدار د غلطو حسابونو لګولو په وجه هيڅ څوک مۀ غولوئ.</verse>
				<verse number="36">صحيح تلې، صحيح وزنونه او صحيح ناپونه استعمالوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ.</verse>
				<verse number="37">زما ټول قانون او حُکمونه منئ. زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="2">”اِسرائيلو ته ووايه، کۀ ستاسو يو خپل کس يا يو مسافر چې ستاسو سره اوسيږى هغه د خپلو ماشومانو نه يو ماشوم مولک بُت ته پېش کړى نو ټول قوم به هغه سنګسار کړى او مړ به يې کړى.</verse>
				<verse number="3">کۀ څوک د خپلو ماشومانو نه يو ماشوم مولک بُت ته ورکړى او زما مقدسه خېمه ناپاکه کړى او زما د مقدس نوم سپکاوے وکړى، نو زۀ به ترې نه مخ واړوم او هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.</verse>
				<verse number="4">خو کۀ قوم په هغه کس باندې ځان ناجاڼه کړى چې څۀ يې کړى وى او هغه ونۀ وژنى،</verse>
				<verse number="5">نو زۀ به په خپله د هغه کس نه، د هغۀ د ټولې خاندان نه او د هغه ټولو نه مخ واړوم چې زما نافرمانى وکړى او د مولک بُت عبادت وکړى. زۀ به هغوئ نور خپل خلق نه ګڼم.</verse>
				<verse number="6">کۀ څوک د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له ورځى چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى، نو زۀ به د هغۀ نه مخ واړوم او زۀ به هغه نور د خپلو خلقو نه نۀ ګڼم.</verse>
				<verse number="7">خپل ځانونه وقف کړئ او مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="8">زما قانون ومنئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او تاسو مقدس کوم.“</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ دا اصُول وښودل. کۀ څوک خپل مور يا پلار ته ښېرې وکړى نو هغه به وژلے شى، او خُون به يې په خپله غاړه وى.</verse>
				<verse number="10">کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره زنا وکړى نو دوئ دواړه به وژلے شى.</verse>
				<verse number="11">کۀ يو سړے د پلار د ښځې سره څملى او د پلار سپکاوے وکړى، نو هغه سړے او ښځه دواړه به وژلے شى. د هغوئ خُون په خپله غاړه دے.</verse>
				<verse number="12">کۀ يو سړے د خپلې اِنږور سره څملى، نو هغوئ دواړه دې ووژلے شى. هغوئ ډېر غلط کار کړے دے او خُون يې په خپله غاړه دے.</verse>
				<verse number="13">کۀ يو سړے د بل سړى سره جنسى تعلقات وساتى، هغوئ يو شرمناک کار کړے دے او دواړه به ووژلے شى. د هغوئ خُون په خپله غاړه دے.</verse>
				<verse number="14">کۀ يو سړے يوه ښځه او د هغې مور وادۀ کړى، نو هغوئ درې واړه به په اور کښې سوزولے شى ځکه چې هغوئ ډېر بد عمل کړے دے، ستاسو په مينځ کښې به د داسې کار اجازت نۀ وى.</verse>
				<verse number="15">کۀ يو سړے د ځناور سره زنا وکړى، نو هغه سړے او ځناور به وژلے شى.</verse>
				<verse number="16">کۀ يوه ښځه د ځناور سره د غلط کار کولو کوشش وکړى، نو هغه او ځناور به ووژلے شى. د هغوئ خُون په خپله غاړه دے.</verse>
				<verse number="17">کۀ يو سړے د خپلې سکه يا ناسکه خور سره وادۀ وکړى او هغوئ د يو بل سپکاوے وکړى، نو دا يو د بې‌شرمۍ کار دے او هغوئ دې د خپلو خلقو نه وشړلے شى، هغۀ د خپلې خور سپکاوے کړے دے او هغوئ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاو شى.</verse>
				<verse number="18">کۀ يو سړے د يوې ښځې سره د هغې د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې څملى، نو هغوئ دواړه به د قوم نه شړلے شى، ځکه چې هغوئ د پاکوالى په حقله اصُول مات کړى دى.</verse>
				<verse number="19">کۀ يو سړے د خپلې مور خور سره يا د پلار خور سره څملى، نو هغوئ ته دې خامخا د خپلو بدو سزا مِلاو شى.</verse>
				<verse number="20">کۀ يو سړے د خپلې ترۀ ښځې سره څملى، نو هغه د خپل ترۀ سپکاوے کوى، نو ذمه وارى به د هغوئ په خپله غاړه وى، او بې‌اولاده به مړۀ شى.</verse>
				<verse number="21">کۀ يو سړے خپله ورنداره وادۀ کړى او ورور يې ژوندے وى، نو هغوئ به بې‌اولاده مړۀ شى. هغۀ يو ناپاکه کار کړے دے او هغۀ د خپل ورور سپکاوے کړے دے.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما ټول قانون او حُکمونه ومنئ، نو داسې د کنعان مُلک نه به ونۀ شړلے شئ کوم مُلک له چې زۀ تاسو راولم.</verse>
				<verse number="23">د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې هلته اوسيږى، هغه غېرقومونه به ترې نه وباسم نو تاسو به هغه مُلک ته ورننوځئ. زۀ د هغوئ د ټولو بدو عملونو په وجه د هغوئ نه کرکه کوم.</verse>
				<verse number="24">خو ما ستاسو سره وعده کړې ده چې هغه مُلک ستاسو خپل شى چې زرخېز او آباد وى او هغه به زۀ تاسو له درکړم. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ.</verse>
				<verse number="25">نو تاسو خامخا د حلالو او حرامو ځناورو او مارغانو په مينځ کښې فرق وکړئ. حرام ځناور او حرام مارغان مۀ خورئ. ما ورته ناپاک وئيلى دى او چې تاسو دا وخورئ نو ناپاک به شئ.</verse>
				<verse number="26">تاسو به مقدس شئ او صِرف زما به شئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ مقدس يم. ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ چې تاسو صِرف زما اوسئ.</verse>
				<verse number="27">هر يو سړے يا ښځه چې د مړو يا د پيريانو مشورې ورکوى هغه دې سنګسار کړے شى چې مړۀ شى، څوک چې دا کار کوى نو هغه به د خپل خُون ذمه وار وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې د هارون د خاندان اِمامانو ته ووايه، ”کله چې د هغوئ يو خپلوان مړ شى نو د هغۀ په جنازه کښې شريکېدو په وجه به اِمام خپل ځان نۀ ناپاک کوى،</verse>
				<verse number="2">خو د دې نه بغېر چې هغه يې نزدې خپلوان وى لکه مور، پلار، زوئ، لور، ورور،</verse>
				<verse number="3">يا پېغله خور چې د هغۀ په کور کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="4">هغه دې د هغه چا په مرګ کښې خپل ځان ناپاک نۀ کړى چې د وادۀ په ذريعه د هغۀ خپلوان شوے وى.</verse>
				<verse number="5">يو اِمام به هم د خپل سر يوه حِصه هم نۀ کلوى، نۀ به ږيره لنډوى او نۀ به خپل بدن غوڅوى چې دا ښکاره کړى چې غم کوى.</verse>
				<verse number="6">هغه به مقدس وى او چې زما نوم سپک نۀ کړى. هغه ما ته په اور باندې تيارېدونکې نذرانه پېش کوى، نو هغه دې خامخا مقدس وى.</verse>
				<verse number="7">يو اِمام به د کنجرې ښځې سره وادۀ نۀ کوى يا چې پېغله نۀ وى او يا طلاقه شوې وى ځکه چې هغه مقدس دے.</verse>
				<verse number="8">خلق به خامخا اِمام مقدس ګڼى، ځکه چې هغه ما ته په اور باندې تيارېدونکې نذرانه پېش کوى. زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ مقدس يم او زۀ خپل خلق مقدس کوم.</verse>
				<verse number="9">کۀ د يو اِمام لور کنجره شى، هغه د خپل پلار سپکاوے کوى، نو هغه به خامخا په اور کښې سوزولے شى.</verse>
				<verse number="10">د مشر اِمام په سر باندې د غوړولو تېل اچولے شوى دى او هغه پاک شوے دے چې د اِمامانو لِباس واغوندى، نو هغه به خپل وېښتۀ ببر نۀ پرېږدى نۀ به شلېدلې جامې اغوندى چې دا ښکاره کړى چې هغه غم ژړا کوى.</verse>
				<verse number="11">هغه ما ته وقف شوے دے او هغه به خپل ځان نۀ ناپاک کوى او نۀ به زما د مقدسې خېمې بې‌عزتى کوى چې هغه پرېږدى او هلته لاړ شى چې چرته مړے وى، تر دې پورې کۀ هغه يې خپل مور او پلار هم وى.</verse>
				<verse number="12"></verse>
				<verse number="13">هغه به د يوې داسې جينۍ سره وادۀ کوى چې پاکه پېغله وى،</verse>
				<verse number="14">کونډه يا طلاقه شوې ښځه يا يوه کنجره ښځه به نۀ وادۀ کوى. هغه دې صِرف د يوې داسې جينۍ سره وادۀ کوى چې پاکه پېغله وى او هغه يې د خپلې قبيلې نه وى.</verse>
				<verse number="15">ګنې، د هغۀ بچى به ناپاک وى، په کار دى چې هغوئ پاک وى. زۀ مالِک خُدائ يم او ما هغه د اِمام په توګه غوره کړے دے.“</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې،</verse>
				<verse number="17">”هارون ته ووايه، ستا د اولاد هغه يو کس به هم په اور تيارېدونکې نذرانه ما ته نۀ پېش کوى، کوم چې په بدن کښې څۀ عېب لرى. په دې خبرو به په راتلونکى ټولو وختونو کښې عمل کيږى.</verse>
				<verse number="18">داسې يو سړے هم دا نذرانه نۀ شى پېش کولے چې هغه په بدن کښې داسې عېب لرى لکه څوک چې ړوند، ګوډ، کوږ مخے يا معذُور وى،</verse>
				<verse number="19">څوک چې په لاس يا په پښه ګوډ وى،</verse>
				<verse number="20">چې په ملا يې کُب وى يا مندرے وى، څوک چې د سترګو يا د څرمنې څۀ بيمارى لرى، او يا چې خصى وى.</verse>
				<verse number="21">د هارون د اولاد داسې يو اِمام هم ما ته په اور تيارېدونکې نذرانه نۀ شى پېش کولے چې په بدن کښې څۀ عېب لرى.</verse>
				<verse number="22">خو داسې کس په اور باندې تيارېدونکې نذرانه خوړلے شى چې ما ته پېش کيږى، يعنې هغه دواړه نذرانې په اور تيارېدونکې مقدسه نذرانه او په اور تيارېدونکې ډېره مقدسه نذرانه،</verse>
				<verse number="23">خو ځکه چې هغه په بدن کښې څۀ عېب لرى، نو هغه دې مقدسې پړدې ته او قربان‌ګاه ته نزدې نۀ راځى. هغه دې دا مقدس ځايونه نۀ ناپاکه کوى، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ هغوئ مقدس کوم.“</verse>
				<verse number="24">نو دا هغه څۀ دى چې موسىٰ هارون ته، د هارون زامنو ته او ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="2">”هارون او د هغۀ زامنو ته ووايه، تاسو زما د مقدس نوم سپکاوے مۀ کوئ، او د مقدسو نذرانو احترام کوئ کومې چې اِسرائيل ما ته وقف کوى. زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="3">هغوئ ته ووايه چې کله ستاسو د اولاد يو کس ناپاک وى او مقدسو نذرانو ته نزدې راځى کومې چې اِسرائيلو ما ته وقف کړې وى، هغه دې بيا هيڅکله په قربان‌ګاه کښې خِدمت ونۀ کړى. په راتلونکى ټولو وختونو کښې به په دې عمل کوئ. زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="4">د هارون د اولاد يو کس هم دا مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې په هغۀ د جذام بيمارى وى يا د هغۀ د بدن نه څۀ وځى چې ترڅو پورې هغه پاک شوے نۀ وى. هر هغه اِمام ناپاک دے چې هغه داسې څۀ څيز له لاس وروړى چې هغه د يو مړى سره د لګېدو په وجه ناپاک وى يا د هغۀ د ذکر نه اوبۀ وځى</verse>
				<verse number="5">يا کۀ هغه يو ناپاک ځناور يا ناپاک کس له لاس وروړى.</verse>
				<verse number="6">هر يو اِمام چې ناپاک شى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى، خو بيا به هم هغه مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې ترڅو پورې يې غسل نۀ وى کړے.</verse>
				<verse number="7">چې کله نمر پرېوځى نو هغه پاک دے او بيا هغه مقدسې نذرانې خوړلے شى، کومې چې د هغۀ خوراک دے.</verse>
				<verse number="8">هغه به د داسې ځناور غوښه نۀ خورى چې په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى، په دې به هغه ناپاک شى. زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="9">ټول اِمامان به هغه اصُول منى کوم چې ما ښودلى دى. ګنې، هغوئ به ګناهګار شى او مړۀ به شى، ځکه چې هغوئ مقدسو اصُولو ته سپک کتلى دى. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ هغوئ مقدس کوم.</verse>
				<verse number="10">صِرف د اِمامانو د خاندان کس دا نذرانې خوړلے شى، بل څوک يې نۀ شى خوړلے کۀ هغه د اِمام کره مېلمه وى يا يې مزدور وى.</verse>
				<verse number="11">خو د اِمام غلامان، چې هغه يې په پېسو اخستى وى يا يې په خپل کور کښې پېدا شوى وى، نو هغوئ هغه خوراک خوړلے شى کوم چې اِمام ته ملاويږى.</verse>
				<verse number="12">کۀ د اِمام لور د يو داسې سړى سره وادۀ وکړى چې هغه اِمام نۀ وى نو هغه ښځه به دا مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے.</verse>
				<verse number="13">خو کۀ د هغۀ لور کونډه يا طلاقه شوې وى چې د هغې بچى نۀ وى او هغه واپس راغلې وى او د پلار په کور کښې اوسيږى نو هغه دا خوراک خوړلے شى چې کوم يې پلار ته د اِمام په توګه مِلاو شوے وى. صِرف د اِمامانو د خاندان کس دا خوراک خوړلے شى.</verse>
				<verse number="14">کۀ يو کس د اِمامانو د خاندان نه نۀ وى او د مقدسې نذرانې نه څۀ په غلطۍ سره وخورى، نو هغه به خامخا اِمام ته د دې پوره قيمت او شل فيصده تاوان هم ورکوى.</verse>
				<verse number="15">اِمامان به د دې نذرانو سپکاوے نۀ کوى،</verse>
				<verse number="16">چا ته چې د مقدسو نذرانو د خوړلو اجازت نۀ وى نو هغه خلق به ورته نۀ شى پرېښودلے، کۀ داسې وشى نو د دې په وجه به هغه کس ګناهګار شى او سزا به ورته مِلاو شى. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ نذرانې مقدسې کوم.“</verse>
				<verse number="17">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="18">”هارون او د هغۀ زامنو ته او ټولو اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې يو اِسرائيلے يا په بنى اِسرائيلو کښې اوسېدونکے مسافر يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوى، کۀ هغه يوه منښته يا رضاکارانه نذرانه وى، نو په هغه ځناور کښې دې هيڅ عېب نۀ وى.</verse>
				<verse number="19">دا ځناور به خامخا نر وى، ګډ يا چېلے چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى د دې دپاره چې دا نذرانه ستاسو نه قبوله شى.</verse>
				<verse number="20">کۀ تاسو يو داسې ځناور پېش کوئ چې څۀ عېب په کښې وى، نو مالِک خُدائ به دا نۀ قبلوى.</verse>
				<verse number="21">کله چې څوک مالِک خُدائ ته د سلامتۍ نذرانه پېش کوى، کۀ هغه يوه منښته يا رضاکارانه نذرانه وى، نو په هغه ځناور کښې به څۀ عېب نۀ وى، دا د دې دپاره چې قبوله شى.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ ته داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې ړوند، ګوډ، يا ناسور شوے زخم په کښې وى، يا يې په څرمن کښې پمنوالے يا خارښت وى. داسې ځناور په قربان‌ګاه باندې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مۀ پېش کوئ.</verse>
				<verse number="23">د رضاکارانه نذرانې په توګه تاسو داسې ځناور پېش کولے شئ چې هغه لنډ وى يا کۀ هغه صحيح شکل نۀ لرى، خو دا به په منښته کښې قبلېدونکے نۀ وى.</verse>
				<verse number="24">مالِک خُدائ ته داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې په ټکولو، پرې کولو، زخمى کولو يا ويستلو په وجه خصى شوے وى. ستاسو په مُلک کښې به د دې قِسم نذرانو اجازت نۀ وى.</verse>
				<verse number="25">په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې د يو پردى سړى نه اخستے شوے وى. داسې ځناور عېبژن ګڼلے شى او قبلېدونکى نۀ وى.</verse>
				<verse number="26">کله چې يو سخے، ګډُورے يا د چېلۍ بچے پېدا شى، نو دا به اووۀ ورځې د مور نه نۀ شى لرې کولے، خو د هغې نه پس دا به په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه قبلېدونکے وى.</verse>
				<verse number="27"></verse>
				<verse number="28">يوه غوا او د هغې سخے يا ګډه او د هغې ګډُورے يا يوه چېلۍ او د هغې بچے په يوه ورځ مۀ حلالوئ.</verse>
				<verse number="29">کله چې تاسو مالِک خُدائ ته د شکرانې قربانى پېش کوئ، نو په هغه اصُولو عمل کوئ نو داسې به تاسو قبول شئ،</verse>
				<verse number="30">هم په هغه ورځ باندې دا وخورئ او د دې هيڅ هم بلې ورځې ته مۀ پرېږدئ.“</verse>
				<verse number="31">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما حُکمونه منئ، زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="32">زما د مقدس نوم سپکاوے مۀ کوئ، ټول اِسرائيليان دې دا اِقرار وکړى چې زۀ مقدس يم. زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ تاسو مقدس کوم،</verse>
				<verse number="33">او ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې ستاسو خُدائ پاک شم. زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="2">”بنى اِسرائيلو ته د مذهبى اخترونو دپاره دا اصُول وښايه چې په دې کښې هغوئ د عبادت دپاره راغونډ شى.</verse>
				<verse number="3">ستاسو سره شپږ ورځې شته چې خپل کار په کښې کولے شئ، خو ياد ساتئ اوومه ورځ د سبت ورځ ده، چې د آرام دپاره ده. په دې ورځ کار مۀ کوئ او د عبادت دپاره راغونډېږئ. د سبت ورځ د مالِک خُدائ ده، چې تاسو چرته هم اوسېږئ.</verse>
				<verse number="4">د دې اخترونو اِعلان په مقرر شوو وختونو باندې کوئ.</verse>
				<verse number="5">د فسحې اختر، د د اولنۍ مياشتې د څوارلسمې ورځې د نمرپرېواتو نه شروع کيږى.</verse>
				<verse number="6">په پينځلسمه ورځ د پتيرې روټۍ اختر شروع کيږى او اووۀ ورځې به تاسو خمبيره روټۍ نۀ خورئ.</verse>
				<verse number="7">د دې ورځو په اوله ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ.</verse>
				<verse number="8">اووۀ ورځې مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې پېش کړئ. په اوومه ورځ به تاسو بيا د عبادت دپاره راغونډ شئ، خو هغه يو کار به هم نۀ کوئ کوم چې تاسو هره ورځ کوئ.</verse>
				<verse number="9">کله چې تاسو هغه زمکې له ورشئ کومه چې مالِک خُدائ تاسو له درکوى او تاسو خپل فصل ورېبئ، نو وړومبے ګېډے اِمام له وروړئ.</verse>
				<verse number="10"></verse>
				<verse number="11">هغه به دا مالِک خُدائ ته د يوې خاص نذرانې په توګه پېش کړى، تر څو چې تاسو قبول شئ. اِمام به دا د سبت پسې په بله ورځ پېش کړى.</verse>
				<verse number="12">په کومه ورځ چې تاسو د فصل نذرانه پېش کوئ، نو د يو کال ګډُورے هم د سوزېدونکې نذرانې په توګه قربانى کړئ چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.</verse>
				<verse number="13">تاسو د دې سره دوه کلو ښۀ اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه پېش کړئ. د دې نذرانې خوشبوئى په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. تاسو د دې سره يو ليټر د ميو نذرانه هم پېش کړئ.</verse>
				<verse number="14">ترڅو پورې چې تاسو دا نذرانه خُدائ پاک ته نۀ وى راوړې نو تر هغې د نوې غلې روټۍ، وريتې شوې يا کچه دانې مۀ خورئ. په راتلونکى ټولو وختونو کښې ستاسو ټول اولاد به دا اصُول منى.</verse>
				<verse number="15">سبت پسې ورځې نه پوره اووۀ هفتې وشمېرئ يعنې د هغه ورځ نه په کومه ورځ چې تاسو د خپل فصل ګېډے مالِک خُدائ ته د پېش کېدو دپاره راوړئ.</verse>
				<verse number="16">د اوؤم سبت د ورځې نه پس، په پنځوسمه ورځ، مالِک خُدائ ته د نوى فصل يوه بله نذرانه پېش کړئ.</verse>
				<verse number="17">هر يو خاندان دې دوه دوه روټۍ راوړى او دا دې مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې په توګه پېش کړى. هره يوه روټۍ دې خمبيره شوې د دوه کلو ښو اوړو نه پخه شوې وى او دا به مالِک خُدائ ته د وړومبى رېبلے شوى فصل د نذرانې په توګه پېش کيږى.</verse>
				<verse number="18">او قوم دې د دې روټۍ سره اووۀ يو کلن ګډُورى، يو غوَيے او دوه ګډان پېش کړى، چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. دا به د سوزېدونکې نذرانې په توګه، سره د غلې د نذرانې او د ميو د نذرانې سره مالِک خُدائ ته پېش کيږى. د دې نذرانې خوشبوئى په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="19">يو چېلے د ګناه د نذرانې په توګه او دوه يو کلن ګډُورى د سلامتۍ د نذرانې په توګه هم پېش کړئ.</verse>
				<verse number="20">اِمام به روټۍ د دوو ګډورو سره د اِمامانو دپاره د خاص تُحفې په توګه هم پېش کړى. دا نذرانې مقدسې دى.</verse>
				<verse number="21">په هغه ورځ هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ او د عبادت دپاره راغونډېږئ. ستاسو اولاد چې چرته هم اوسيږى دا اصُول دې په راتلونکى ټولو وختونو کښې منى.</verse>
				<verse number="22">کله چې تاسو د خپلو پټو فصل رېبئ، نو فصل د پټو تر غاړو پورې مۀ رېبئ او چې کوم وَږى پاتې شى نو د هغې رېبلو له واپس مۀ ورځئ، دا د غريبانانو خلقو او مسافرو دپاره پرېږدئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="23">د اوومې مياشتې په وړومبۍ ورځ د آرام خاص ورځ مانځئ او چې کله بيګل وغږيږى نو د عبادت دپاره راغونډ شئ.</verse>
				<verse number="24"></verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ ته يوه په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کړئ او هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ.“</verse>
				<verse number="26">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="27">”د دې اوومې مياشتې لسمه ورځ د کفارې ده، دا به ستاسو دپاره يوه مقدسه اجتماع وى. تاسو به روژه نيسئ او مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوئ.</verse>
				<verse number="28">په هغه ورځ هيڅ کار مۀ کوئ، ځکه چې هغه د کفارې ورځ ده او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وړاندې ستاسو کفاره ادا کيږى.</verse>
				<verse number="29">هر څوک چې هم په هغه ورځ څۀ وخورى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.</verse>
				<verse number="30">او کۀ هر چا هم په هغه ورځ څۀ کار وکړو، نو زۀ به په خپله هغه تباه کړم.</verse>
				<verse number="31">ستاسو اولاد چې چرته هم اوسيږى دا اصُول د هغوئ دپاره دى.</verse>
				<verse number="32">د هغې مياشتې د نهمې ورځې د نمرپرېواتو نه د لسمې ورځې د نمرپرېواتو پورې دا خاص ورځ مانځئ، په دې دوران کښې تاسو روژه نيسئ.</verse>
				<verse number="33">د جونګړو اختر د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ شروع کيږى او دا به اووۀ ورځې وى.</verse>
				<verse number="34"></verse>
				<verse number="35">د دې ورځو په وړومبۍ ورځ د عبادت دپاره راغونډ شئ او هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ.</verse>
				<verse number="36">اووۀ ورځې تاسو هره ورځ يوه په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوئ. په اتمه ورځ بيا د عبادت دپاره راغونډ شئ او په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کړئ. دا د عبادت ورځ ده او چې هيڅ کار په کښې ونۀ کړئ.</verse>
				<verse number="37">دا مذهبى اخترونه دى چې تاسو يې د مالِک خُدائ په درناوى کښې کوئ چې د عبادت دپاره په يو ځائ راغونډېږئ او په اور تيارېدونکې نذرانې، سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې، قربانۍ او د ميو نذرانې په کښې پېش کوئ، چې په خپله خپله ورځ پېش کيږى.</verse>
				<verse number="38">دا اخترونه د عامو سبت د ورځو نه علاوه دى او دا نذرانې ستاسو د عامو تُحفو نه علاوه دى، ستاسو د منښتې پوره کېدلو نذرانو او ستاسو د هغه رضاکارانه نذرانو نه چې تاسو يې مالِک خُدائ له ورکوئ.</verse>
				<verse number="39">کله چې تاسو د خپلو پټو نه فصل ورېبئ، نو اووۀ ورځې دا اختر کوئ، چې د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ باندې شروع کيږى. اوله ورځ او اتمه ورځ به د آرام کولو خاص ورځې وى.</verse>
				<verse number="40">په هغه ورځ د خپلو ونو نه ډېره ښۀ مېوه وشوکوئ، د کجورو څانګې او د پاڼو والا د ونو څانګې او د سيند د غاړې نه د خاروَلو ونې واخلئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په درناوى کښې اختر وکړئ.</verse>
				<verse number="41">دا اووۀ ورځې کوئ. ستاسو اولاد به دا اصُول په راتلونکى ټولو وختونو کښې منى.</verse>
				<verse number="42">ټول اِسرائيل به اووۀ ورځې په جونګړو کښې اوسيږى،</verse>
				<verse number="43">چې ستاسو اولاد ته دا پته ولګى چې مالِک خُدائ اِسرائيليان دې ته جوړ کړل چې په جونګړو کښې اوسيږى چې کله يې هغوئ د مِصر مُلک نه راوويستل. هغه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے.“</verse>
				<verse number="44">نو داسې موسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښودل چې د مالِک خُدائ په درناوى کښې مذهبى اخترونه وکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="2">”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې د ډيوو دپاره ډېر ښۀ سوچه د زيتُونو تېل راوړى کومې چې په مقدسه خېمه کښې دى، نو چې هر وخت رڼا وى.</verse>
				<verse number="3">هارون به هر ماښام دا ډيوې بلوى او تر سحره پورې به يې بلې ساتى، چې د مالِک خُدائ په حضور کښې د پړدې نه بهر د لوظ صندوق ته مخامخ دى، دا ډيوټ په زيات مقدس ځائ کښې دے. دا اصُول دې په راتلونکى ټولو وختونو کښې منلے شى.</verse>
				<verse number="4">هارون به د هغه ډيوو خيال ساتى کومې چې د سوچه سرو زرو په ډيوټ باندې دى او دې ته به پام کوى چې دا د مالِک خُدائ په حضور کښې هر وخت بليږى.</verse>
				<verse number="5">دولس کلو ښۀ اوړۀ واخله او دولس روټۍ ترې نه پخې کړه.</verse>
				<verse number="6">په دوه ډېرو کښې يې په هغه مېز باندې کېږده چې د سوچه سرو زرو پترى ورباندې خېژولے شوے دے، کوم چې د مالِک خُدائ په حضور کښې دے او چې په هر ډيرى کښې شپږ شپږ روټۍ وى.</verse>
				<verse number="7">په هر ډيرى باندې څۀ سوچه لوبان واچوه، دا به مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې د يوې نښې په شان وى چې د روټۍ په ځائ پېش کيږى.</verse>
				<verse number="8">د هر سبت په ورځ په راتلونکو ټولو وختونو کښې، روټۍ دې خامخا د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودلے شى. د بنى اِسرائيلو همېشه دپاره دا لوظ دے.</verse>
				<verse number="9">دا روټۍ د هارون او د هغۀ د اولاد ده او هغوئ به دا په يو مقدس ځائ کښې خورى، ځکه چې دا د اِمامانو دپاره مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې يوه ډېره مقدسه برخه ده.“</verse>
				<verse number="10">يو سړے وو چې د هغۀ پلار مِصرے او مور يې اِسرائيلۍ وه چې د هغې نوم سلوميت وو او د دان د قبيلې د دِبرى لور وه. دې سړى په خېمو کښې د يو اِسرائيلى سره جګړه وکړه. هغۀ په کنځلو کښې د خُدائ پاک د نوم بې‌عزتى وکړه، نو هغوئ هغه موسىٰ له بوتلو،</verse>
				<verse number="11"></verse>
				<verse number="12">هغه يې قېد کړو او مالِک خُدائ ته يې اِنتظار کولو چې هغوئ ته وښائى چې د هغۀ سره څۀ وکړى.</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="14">”دا سړے د خېمو نه بهر بوځئ. هر چا چې د هغۀ کنځل اورېدلى وى نو هغه به خپل لاس د هغه سړى په سر د ګواهۍ ورکولو دپاره کېږدى او بيا به ټول قوم هغه سنګسار کړى.</verse>
				<verse number="15">بيا اِسرائيلو ته ووايه چې هر څوک هم خُدائ پاک ته کنځل وکړى نو هغۀ ته به خامخا د خپلو بدو سزا مِلاو شى</verse>
				<verse number="16">او وبه وژلے شى. هر يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک کس چې ستاسو سره اوسيږى چې هغه مالِک خُدائ ته کنځل وکړى نو ټول قوم دې هغه ووژنى.</verse>
				<verse number="17">هر څوک چې قتل وکړى نو هغه به وژلے شى،</verse>
				<verse number="18">او هر څوک چې د بل چا يو ځناور ووژنى نو تاوان به يې خامخا ورکوى. دا اصُول د ژوند په بدل کښې د ژوند والا دى.</verse>
				<verse number="19">کۀ څوک يو بل کس زخمى کړى، هغۀ چې څۀ هم کړى وى نو هم هغه شان عمل به ورسره کيږى.</verse>
				<verse number="20">کۀ هغه يو هډوکے مات کړى، نو د هغۀ يو هډوکے به ماتولے شى، کۀ هغه يوه سترګه وباسى نو د هغۀ يوه سترګه به ويستلے شى، کۀ هغه يو غاښ مات کړى، نو د هغۀ يو غاښ به ماتولے شى. هغه چې څنګه هم بل کس زخمى کړى نو په بدل کښې به د هغۀ سره هم هغه عمل کيږى.</verse>
				<verse number="21">هر څوک چې يو ځناور ووژنى نو تاوان به يې ورکوى، خو هر څوک چې يو انسان ووژنى نو هغه به ووژلے شى.</verse>
				<verse number="22">دا قانون ستاسو د ټولو دپاره دے، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس چې ستاسو سره اوسيږى، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“</verse>
				<verse number="23">کله چې موسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا وفرمائيل، نو هغوئ هغه سړے د خېمو نه بهر بوتلو چا چې کنځل کړى وُو او سنګسار يې کړو. نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې موسىٰ ته وفرمائيل او حُکم يې ورکړو چې،</verse>
				<verse number="2">”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ يې تاسو له درکوى، د مالِک خُدائ د درناوى دپاره په هر اوؤم کال تاسو هغه زمکه مۀ کَرئ.</verse>
				<verse number="3">شپږ کاله به تاسو خپل پټى وکَرئ، په باغونو کښې به د انګورو څانګې قينچى کړئ او فصلونه به راغونډ کړئ.</verse>
				<verse number="4">خو په اوؤم کال دې زمکه شاړه پاتې شى. دا به مالِک خُدائ ته وقف شوے کال وى. خپل پټى مۀ کَرئ او په خپلو باغونو کښې د انګورو څانګې مۀ قينچى کوئ.</verse>
				<verse number="5">هغه فصل مۀ رېبئ چې د کَرلو نه بغېر په خپله راشين کيږى او د خپلو باغونو نه هغه انګور مۀ راټولوئ چې څانګې يې قينچى شوى نۀ وى، دا هغه کال دے چې زمکه به په کښې پوره آرام کوى.</verse>
				<verse number="6">کۀ په هغه کال کښې زمکه کَرلے شوې هم نۀ وى، خو د هغې نه به ستاسو دپاره، ستاسو نوکرانو، مزدورانو او د مسافرو دپاره چې ستاسو سره اوسيږى، خوراک مِلاو شى،</verse>
				<verse number="7">داسې ستاسو څاروو دپاره او ستاسو په پټو کښې د ځنګلى ځناورو دپاره هم. زمکه چې هر څۀ راشنۀ کړى نو هغه خوړلے شى.</verse>
				<verse number="8">اووۀ ځلې اووۀ کالونه وشمېرئ چې يو کم پنځوس کاله جوړيږى.</verse>
				<verse number="9">نو د اوومې مياشتې په لسمه ورځ يعنې د کفارې په ورځ به په ټول مُلک کښې بيګل وغږولے شى.</verse>
				<verse number="10">نو تاسو پنځوسم کال خاص وګڼئ او د مُلک ټولو خلقو ته د آزادۍ اِعلان وکړئ. په دې کال هغه هر څۀ هم چې خرڅ شوى وى نو هغه به اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته واپس ملاويږى او هر څوک چې د غلام په توګه خرڅ شوے وى نو هغه به خپل خاندان ته واپس شى.</verse>
				<verse number="11">تاسو به خپل پټى نۀ کَرئ نۀ به هغه فصل رېبئ چې په خپله راشين شوے وى او نۀ به په باغونو کښې هغه انګور راټولوئ چې څانګې يې پرې کړے شوې نۀ وى.</verse>
				<verse number="12">هغه ټول کال به ستاسو دپاره مقدس وى، تاسو به صِرف هغه څۀ خورئ چې پټو په خپله راشنۀ کړى وى.</verse>
				<verse number="13">په دې کال هغه هر څۀ چې خرڅ شوى وى نو هغه به واپس خپل اصلى مالِک ته مِلاو شى.</verse>
				<verse number="14">کله چې تاسو په خپل وطندار ورور باندې زمکه خرڅوئ يا يې ترې نه اخلئ، نو يو بل له دوکه مۀ ورکوئ.</verse>
				<verse number="15">قيمت به يې د کالونو د شمېر په مطابق مقررولے شى چې په هغه زمکه کښې د واپس ورکولو کال نه مخکښې څومره فصل کيږى.</verse>
				<verse number="16">کۀ چرې پاتې شوى کالونه ډېر وى، نو قيمت به يې اوچت وى، خو کۀ صِرف يو څو کالونه پاتې وى، نو قيمت به يې کم وى، ځکه چې څۀ هم خرڅيږى نو هغه د فصلونو د هغه شمېر په مطابق به وى چې په هغه زمکه کښې پېدا کيږى.</verse>
				<verse number="17">خپل اِسرائيليان مۀ دوکه کوئ، خو د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک نه يرېږئ. ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="18">د مالِک خُدائ ټول قانون او حُکمونه منئ، نو تاسو به هغه مُلک کښې په امن سره اوسېږئ.</verse>
				<verse number="19">هغه زمکه به فصلونه پېدا کوى او د خوراک هغه هر څۀ به درته ملاويږى چې تاسو يې غواړئ او په امن کښې به ژوند تېروئ.</verse>
				<verse number="20">خو کېدے شى چې ستاسو نه يو کس تپوس وکړى چې پټى ونۀ کَرلے شى او فصلونه راغونډ نۀ شى نو په اوؤم کال به څۀ خورو.</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ به په شپږم کال هغه زمکې له برکت ورکړى نو هغه زمکه به د دوه کالونو دپاره ښۀ ډېر خوراک پېدا کړى.</verse>
				<verse number="22">کله چې تاسو په اتم کال خپل پټى کَرئ، نو چې په شپږم کال تاسو څۀ رېبلى وى هغه به تر اوسه پورې خورئ او په نهم کال به هم تاسو هغه څۀ خورئ کوم چې تاسو په اتم کال کَرئ او رېبئ.</verse>
				<verse number="23">تاسو خپله زمکه د همېشه دپاره مۀ خرڅوئ، ځکه چې زمکه ستاسو نۀ ده، د خُدائ پاک ده او تاسو د مسافرو په شان يئ چا ته چې دا اجازت وى چې صِرف ګټه ترې نه واخلى.</verse>
				<verse number="24">کله چې زمکه خرڅيږى، نو د دې د اصلى مالِک د واپس اخستلو حق به خامخا منلے شى.</verse>
				<verse number="25">کۀ يو اِسرائيلے غريب شى او زمکې خرڅولو ته مجبور شى، نو د هغۀ د ټولو نه نزدې خپلوان به زمکه واپس اخلى.</verse>
				<verse number="26">کۀ د چا خپلوان نۀ وى چې دا واپس واخلى نو کېدے شى وروستو مالدار شى او ډېرې پېسې ولرى چې دا واپس واخلى.</verse>
				<verse number="27">نو په داسې حال کښې به خامخا هغه سړى له قيمت ورکوى چا چې اخستې وى، دا قيمت به د واپس ورکولو کال پورې د پاتې کالونو دپاره وى، تر هغې پورې چې هغۀ ته خپله زمکه واپس شى.</verse>
				<verse number="28">خو کۀ د هغۀ سره ډېرې پېسې نۀ وى چې زمکه واپس واخلى نو دا به د واپس اخستلو نه وروستو کال پورې د هغه سړى په قبضه کښې وى. په هغه کال دې دا خپل اصلى مالِک ته واپس شى.</verse>
				<verse number="29">کۀ څوک په يو دېوال لرونکى ښار کښې کور خرڅ کړى، نو هغه د دې د خرڅېدو د تاريخ نه واخله په هغه وړومبى ټول کال د واپس اخستلو حق لرى.</verse>
				<verse number="30">خو کۀ هغه يې په يو کال کښې واپس وانۀ خلى نو د واپس اخستلو حق د هغۀ د لاس نه لاړ شى او هغه کور به د اخستونکى او د هغۀ د اولاد د همېشه دپاره وى، دا به د واپس اخستلو په کال نۀ واپس کيږى.</verse>
				<verse number="31">خو چې کوم کورونه په بې‌دېواله کلو کښې دى نو په هغوئ به د پټو په شان کار کيږى، د دې اصلى مالِک دا حق لرى چې دا واپس واخلى او دا به د واپس اخستلو په کال کښې واپس شى.</verse>
				<verse number="32">خو، ليويان هر وخت دا حق لرى چې په ښارونو کښې خپل هغه جائيداد واپس واخلى چې هغوئ ته حواله شوے وى.</verse>
				<verse number="33">کۀ چرې يو ليوے په ښارونو کښې يو کور خرڅ کړى او واپس وانۀ خستلے شى، نو د واپس کولو په کال کښې به دا خامخا واپس شى، ځکه چې د ليويانو په خپلو ښارونو کښې چې کوم کورونه دى دا د اِسرائيلو په مينځ کښې د هغوئ ذاتى جائيداد دے.</verse>
				<verse number="34">خو د ليويانو د ښارونو نه ګېرچاپېره مېدان به هيڅکله نۀ خرڅيږى، دا د همېشه دپاره د هغوئ دے.</verse>
				<verse number="35">کۀ ستاسو سره يو نزدې اوسېدونکے بنى اِسرائيلے دومره غريب شى چې خپل ځان نۀ شى ساتلے، نو تاسو خامخا د هغۀ مدد کوئ لکه څنګه چې تاسو د پردى مُلک کس سره مدد کوئ، نو چې هغه ستاسو سره نزدې پاتې شى.</verse>
				<verse number="36">د هغوئ نه هيڅ سود مۀ اخلئ، د خُدائ پاک نه يرېږئ او خپل اِسرائيلے هم هغه شان ځان سره نزدې اوسېدو ته پرېږدئ.</verse>
				<verse number="37">تاسو چې کومې پېسې هغوئ له قرض ورکړئ نو د هغې سود ترې نه مۀ اخلئ او چې کوم خوراک ورباندې خرڅ کړئ د هغې ګټه ترې نه مۀ اخلئ.</verse>
				<verse number="38">دا د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک حُکم دے، چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ چې د کنعان زمکه تاسو له درکړى چې د ستاسو خُدائ پاک وى.</verse>
				<verse number="39">کۀ ستاسو سره يو نزدې اوسېدونکے اِسرائيلے دومره غريب شى چې هغه خپل ځان په تاسو باندې د يو غلام په توګه خرڅ کړى، نو د هغۀ نه به د يو غلام کار نۀ اخلئ.</verse>
				<verse number="40">هغه به ستاسو سره د يو مزدور په شان وى او د واپس ورکولو تر کال پورې به ستاسو خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="41">په هغه وخت به هغه او د هغۀ بچى ستاسو نه لاړ شى او خپل خاندان او د خپل پلار نيکۀ جائيداد ته به راستُون شى.</verse>
				<verse number="42">اِسرائيليان د مالِک خُدائ غلامان دى او هغوئ يې د مِصر مُلک نه راوويستل، هغوئ دې د نوکرانو په توګه نۀ خرڅيږى.</verse>
				<verse number="43">د هغوئ سره ظلم مۀ کوئ خو د خُدائ پاک نه يرېږئ.</verse>
				<verse number="44">کۀ تاسو ته د نوکرانو ضرورت وى، نو د خواوشا قومونو نه غلامان اخستلے شئ.</verse>
				<verse number="45">تاسو د هغه مسافرو اولاد هم اخستلے شئ کوم چې ستاسو سره اوسيږى. کوم چې ستاسو په مُلک کښې پېدا شوى وى نو هغه به ستاسو ميراث شى،</verse>
				<verse number="46">او هغوئ خپلو بچو ته د ميراث په توګه پرېښودلے شئ، ترڅو چې هغوئ ژوندى وى نو ستاسو د بچو خِدمت به کوى. خو چې تاسو د خپل وطندار ورور سره ظلم ونۀ کړئ.</verse>
				<verse number="47">فرض کړئ يو مسافر چې ستاسو سره اوسيږى او هغه مالدار شى، خو کۀ ستاسو خپل وطندار ورور غريب شى او خپل ځان په هغه مسافر يا د هغۀ د قبيلې په يو کس باندې خرڅ کړى.</verse>
				<verse number="48">د هغۀ د خرڅېدو نه پس، هغه بيا هم دا حق لرى چې واپس واخستلے شى. د هغۀ يو ورور</verse>
				<verse number="49">يا د هغۀ ترۀ، د ترۀ زوئ يا د هغۀ بل يو نزدې خپلوان هغه واپس اخستلے شى. يا کۀ هغه په خپله مالداره شى، نو هغه خپله آزادى په خپله اخستلے شى.</verse>
				<verse number="50">چا چې هغه اخستے وى د هغۀ سره به خامخا مشوره کوى او هغوئ به د خرڅېدو د وخت نه واخله د واپس اخستلو نه وروستو کال پورې کالونه وشمېرى او چې کومې پېسې يو مزدور ته ورکولے کيږى د هغې په بنياد به د هغۀ د خلاصېدو قيمت مقرر شى.</verse>
				<verse number="51">د پاتې شوو کالونو د شمېر په مطابق به هغه خامخا د خرڅېدو د قيمت يوه حِصه ورکوى،</verse>
				<verse number="52"></verse>
				<verse number="53">لکه چې هغه د کال په بنياد باندې مزدور کړے شوے وو. د هغۀ مالِک به د هغۀ سره ظلم نۀ کوى.</verse>
				<verse number="54">کۀ هغه په داسې څۀ طريقه آزاد نۀ کړے شى، نو هغه او د هغۀ بچى به د واپس ورکولو د کال نه پس په بل کال خامخا آزاد کړے شى.</verse>
				<verse number="55">يو اِسرائيلے به همېشه دپاره غلام نۀ وى، ځکه اِسرائيليان د مالِک خُدائ غلامان دى. هغۀ هغوئ د مِصر مُلک نه راوويستل، هغه مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”بُتان، مجسمې، د کاڼو ستنې، يا داسې کاڼى مۀ جوړَوئ چې تاسو ورته سجده وکړئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="2">زما د سبت ورځ منئ او د هغه ځائ درناوے کوئ چرته چې زما عبادت کيږى. زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="3">کۀ تاسو زما د قانون په مطابق ژوند تېروئ او زما حُکمونو ته غاړه کېږدئ،</verse>
				<verse number="4">نو زۀ به په صحيح وخت باران وروم، هغه زمکه به فصلونه پېدا کړى او ونې به مېوې ونيسى.</verse>
				<verse number="5">ستاسو فصلونه به دومره ډېر وى چې د انګورو د راټولولو وخت پورې به تاسو غوبل کوئ او تر هغه پورې به انګور راټولوئ چې د غلې کَرلو وخت راورسيږى. د خوراک دپاره تاسو ته به هغه هر څۀ ملاويږى چې تاسو يې غواړئ او په خپل مُلک کښې به تاسو په امن ژوند کوئ.</verse>
				<verse number="6">زۀ به تاسو له ستاسو په مُلک کښې آرام درکړم او تاسو به بغېر د يرې نه خوب کوئ. زۀ به د هغه مُلک خطرناک ځناور لرې کړم او هلته به نور جنګ نۀ وى.</verse>
				<verse number="7">تاسو به په خپلو دشمنانو بريالى شئ او تاسو به هغوئ په جنګ کښې ووژنئ،</verse>
				<verse number="8">ستاسو پينځۀ کسان به سلو له شکست ورکړى او سل کسان به لسو زرو له شکست ورکړى. ستاسو دشمنان به په جګړه کښې شکست وخورى.</verse>
				<verse number="9">زۀ به په تاسو نظر وکړم او ډېر اولاد به درکړم، زۀ به هغه لوظ پوره کړم چې ما ستاسو سره کړے دے.</verse>
				<verse number="10">تاسو سره به دومره ډېره غله وى چې تاسو به هغه زَړه غله د دې دپاره وغورزوئ چې د نوى فصل دپاره ځائ پېدا شى.</verse>
				<verse number="11">زۀ به ستاسو په مينځ کښې زما په مقدسه خېمه کښې اوسېږم او زۀ به ستاسو نه کله هم نفرت ونۀ کړم.</verse>
				<verse number="12">زۀ به ستاسو مل يم، زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به زما خلق يئ.</verse>
				<verse number="13">زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ چې د غلامۍ نه آزاد شئ. ما هغه طاقت ختم کړو چې تاسو يې ټيټ کړى وئ او د دې جوګه مې کړئ چې په اوچتو سترګو ګرځئ.“</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”کۀ تاسو زما حُکمونه ونۀ منل، نو تاسو ته به سزا مِلاو شى.</verse>
				<verse number="15">کۀ تاسو زما د حُکمونو منلو نه اِنکار وکړئ او زما د حُکمونو نه کرکه وکړئ او زما لوظ مات کړئ،</verse>
				<verse number="16">نو زۀ به تاسو له سزا درکړم. زۀ به په تاسو افتونه راولم يعنې لا علاجه بيمارۍ او تبې چې تاسو به ړاندۀ کړى او ستاسو ژوند به لنډ تنګ کړم. تاسو به تخم وکَرئ، خو هيڅ ګټه به درنۀ کړى، ځکه چې ستاسو دشمنان به په تاسو غالِب شى او چې تاسو څۀ کَرلى وى نو هغوئ به يې وخورى.</verse>
				<verse number="17">زۀ به ستاسو نه مخ واړوم، نو تاسو به شکست وخورئ او هغه خلق چې ستاسو نه نفرت کوى هغوئ به په تاسو حکومت وکړى، تاسو به دومره يرېږئ چې څوک درپسې نۀ وى بيا به هم منډې وهئ.</verse>
				<verse number="18">کۀ د دې هر څۀ نه پس بيا هم ما ته غوږ ونۀ نيسئ، نو ستاسو د نافرمانۍ په وجه زۀ به ستاسو سزا اووۀ چنده زياته کړم.</verse>
				<verse number="19">زۀ به ستاسو غرور مات کړم، باران به نۀ وريږى او ستاسو زمکه به اوچه شى او د کاڼى په شان به سخته شى.</verse>
				<verse number="20">ستاسو ټول محنت به تاسو له هيڅ فائده درنۀ کړى، ځکه چې ستاسو زمکه به فصلونه نۀ کوى او ستاسو ونې به مېوه نۀ نيسى.</verse>
				<verse number="21">کۀ تاسو بيا هم زما مخالفت کوئ او زما د منلو نه اِنکار کوئ، نو زۀ به ستاسو سزا اووۀ چنده زياته کړم.</verse>
				<verse number="22">زۀ به ستاسو مينځ ته خطرناک ځناور درولېږم او دا به ستاسو ماشومان ووژنى، ستاسو څاروى به تباه کړى او ستاسو شمېر به دومره کم کړم چې سړکونه به مو خوشى پاتې شى.</verse>
				<verse number="23">کۀ د دې هر څۀ نه پس هم زما خبرې ته غوږ ونۀ نيسئ او بيا هم زما مخالفت کوئ،</verse>
				<verse number="24">نو زۀ به هم ستاسو خِلاف شم او زۀ به تاسو له د مخکښې نه اووۀ چنده زياته سزا درکړم.</verse>
				<verse number="25">زۀ به په تاسو يو جنګ راولم، زما د لوظ د ماتولو سزا به درکړم او کۀ تاسو په خپلو ښارونو کښې د امن دپاره راغونډ شئ، نو زۀ به په تاسو لا علاجه بيمارۍ راولېږم او تاسو به زۀ ستاسو دشمنانو ته حواله کړم نو هغوئ به په تاسو حکومت وکړى.</verse>
				<verse number="26">زۀ به په تاسو خوراک بند کړم، نو د لسو کورَنو اوړۀ به يو ښانک کښې يو ځائ تيارولے شى. هغوئ سره به خوراک ختم شى او چې کله تاسو هر څۀ وخورئ، نو بيا به هم اوږى يئ.</verse>
				<verse number="27">کۀ د دې هر څۀ نه پس هم زما خبرې ته غوږ ونۀ نيسئ او زما د منلو نه اِنکار وکړئ،</verse>
				<verse number="28">نو زما قهر به ستاسو خِلاف شى او بيا به زۀ ستاسو سزا د مخکښې نه اووۀ چنده زياته کړم.</verse>
				<verse number="29">ستاسو لوږه به دومره زياته شى چې خپل بچى به وخورئ.</verse>
				<verse number="30">زۀ به ستاسو علاقائى عبادتخانې تباه کړم، ستاسو د خوشبويۍ قربان‌ګاه به ختمه کړم او ستاسو مړى به د ستاسو په بې‌ساه بُتانو باندې وروغورزوم. زۀ به ستاسو نه نفرت وکړم.</verse>
				<verse number="31">زۀ به ستاسو د ښارونو نه کنډرې جوړې کړم، ستاسو د عبادت ځايونه به تباه کړم او ستاسو قربانۍ به قبولې نۀ کړم.</verse>
				<verse number="32">زۀ به ستاسو مُلک داسې تباه کړم چې کوم دشمنان دا مُلک ونيسى نو هغوئ به په دې تباهۍ باندې غمژن شى.</verse>
				<verse number="33">زۀ به په تاسو جنګ راولم او په پردو مُلکونو کښې به مو خوارۀ وارۀ کړم. ستاسو مُلک به خوشے پاتې شى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ شى.</verse>
				<verse number="34">نو تاسو چې کله خپله زمکې ته د اوؤم کال د آرام ورکولو موقع ور نۀ کړه چې آرام وکړى نو تر څو پورې چې تاسو د دشمن په مُلک کښې جلاوطن يې نو دا به داسې پرته وى او ښۀ آرام به وکړى.</verse>
				<verse number="35"></verse>
				<verse number="36">ستاسو کوم کسان چې د دشمن په مُلک کښې وى هغوئ به دومره ويروم چې د هوا په وجه د پاڼې د معمولى کش نه به هم تښتى. تاسو به داسې منډې وهئ لکه څوک چې په جنګ کښې په تاسو پسې وى او ستاسو سره به نزدې هيڅ دشمن نۀ وى خو تاسو به بيا هم غورزېږئ.</verse>
				<verse number="37">کله چې هيڅ څوک هم په تاسو پسې نۀ وى نو تاسو به په يو بل باندې غورزېږئ او تاسو به د دې جوګه نۀ يئ چې د دشمن په مخکښې ودرېږئ.</verse>
				<verse number="38">ستاسو د دشمنانو مُلک به تاسو ژوندى تېر کړى، تاسو به پردى مُلک کښې مړۀ شئ.</verse>
				<verse number="39">ستاسو کوم کسان چې ستاسو د دشمنانو په مُلک کښې ژوندى پاتې وى هغوئ به خراب‌تُراب شى، ستاسو خپلې ګناه او ستاسو د پلار نيکۀ د ګناه په وجه به داسې وشى.</verse>
				<verse number="40">خو ستاسو اولاد به د خپلو ګناهونو او د هغوئ د پلار نيکۀ د ګناهونو اِقرار وکړى، چې هغوئ زما سره بې‌وفائى کړې ده او زما خِلاف يې سرکشى کړې ده،</verse>
				<verse number="41">او زۀ يې د خپل ځان خِلاف کړم او چې هغوئ د دشمنانو مُلک ته ولېږم. کۀ بيا ستاسو د اولاد سخت زړونه نرم شى او د خپلې ګناه او سرکشۍ سزا ورته مِلاو شى،</verse>
				<verse number="42">نو زۀ به د يعقوب، اِسحاق او اِبراهيم سره خپل کړے لوظ راياد کړم او زۀ به خپل هغه لوظ بيا تازه کړم چې خپلو خلقو له هغه مُلک ورکړم.</verse>
				<verse number="43">اول خو به هغه مُلک خامخا د هغې د خلقو نه خالى کيږى، چې دا د پوره آرام نه ښۀ خوند واخلى او هغوئ ته به زما د قانون او حُکمونو نۀ منلو په وجه پوره سزا مِلاو شى.</verse>
				<verse number="44">خو بيا هم، چې هغوئ لا د خپلو دشمنانو په مُلک کښې وى، نو زۀ به يې نۀ رد کوم، نۀ به ترې نفرت کوم او نۀ به يې بېخى تباه کوم. هسې نه چې د هغوئ سره زما لوظ مات شى، زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="45">زۀ به هغه لوظ بيا تازه کړم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما ټولو قومونو ته خپل طاقت وښودلو چې خپل خلق مې د مِصر مُلک نه راوويستل، چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک اوسم.“</verse>
				<verse number="46">دا ټول هغه قانون او حُکمونه دى چې مالِک خُدائ موسىٰ له د سينا په غرۀ باندې د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="2">”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې د يو خاص منښتې په پوره کېدو کښې يو کس مالِک خُدائ ته وقف کيږى، نو هغه به د دې قيمت په ورکولو سره آزاد کړے شى،</verse>
				<verse number="3">کوم چې د منلے شوى معيار په مطابق وى يعنې بالغ نارينه چې عُمر يې د شلو کالو نه تر شپېتو کالو پورې وى، پنځوس د سپينو زرو سيکې. بالغه ښځه، دېرش د سپينو زرو سيکې. نارينه ځوان، چې عُمر يې د پينځو نه واخله تر شلو کالو پورې وى، شل د سپينو زرو سيکې. ځوانه ښځه، لس د سپينو زرو سيکې. ماشوم چې عُمر يې د پينځو کالو نه کم وى، پينځۀ د سپينو زرو سيکې. ماشومه، درې د سپينو زرو سيکې. هغه نارينه چې عُمر يې د شپېتو کالو نه زيات وى، پينځلس د سپينو زرو سيکې. هغه ښځه چې عُمر يې د شپېتو کالو نه زيات وى، لس د سپينو زرو سيکې.</verse>
				<verse number="4"></verse>
				<verse number="5"></verse>
				<verse number="6"></verse>
				<verse number="7"></verse>
				<verse number="8">کۀ يو کس منښته منلې وى او ډېر غريب وى چې هغه معيارى قيمت نۀ شى ورکولے، نو هغه کس دې اِمام له راولى او اِمام به کم قيمت مقرر کړى، چې د هغه کس د وس په مطابق وى.</verse>
				<verse number="9">کۀ هغه منښته د يو ځناور وى چې مالِک خُدائ ته د يوې نذرانې په توګه د قبلېدو قابل وى، نو داسې تُحفه چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى هغه مقدسه ده،</verse>
				<verse number="10">او کۀ يو کس منښته ومنى نو هغه ځناور په بل ځناور نۀ شى بدلېدلے. کۀ چرې هغه بدل کړى، نو داوړه ځناور به د مالِک خُدائ وى.</verse>
				<verse number="11">خو کۀ هغه ځناور حرام وى، کوم چې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د قبلېدو قابل نۀ وى، نو هغه کس به هغه ځناور اِمام له بوځى.</verse>
				<verse number="12">اِمام به د دې ښۀ‌والى او بد‌والى په مطابق قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى.</verse>
				<verse number="13">کۀ هغه کس دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به د دې قيمت سره شل فيصده سېوا ورکړى.</verse>
				<verse number="14">کله چې يو کس خپل کور مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو اِمام به د دې د ښۀ‌والى يا بد‌والى په مطابق د دې قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى.</verse>
				<verse number="15">کۀ هغه کس چا چې دا کور وقف کړے وى او دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به خامخا د دې قيمت سره شل فيصده زيات ورکړى.</verse>
				<verse number="16">کۀ څوک د خپلې زمکې څۀ حِصه مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو د دې قيمت به د هغه تخم په مطابق مقررولے شى چې څومره په کښې کَرل په کار وى، دا قيمت به د سپينو زرو لس سيکې د شلو کلو اوربشو دپاره وى.</verse>
				<verse number="17">کۀ هغه کس دا زمکه د واپس اخستلو کال باندې وقف کړى، نو د دې زمکې قيمت به پوره ورکولے شى.</verse>
				<verse number="18">خو کۀ چرې هغه کس خپله زمکه د دې نه وروستو وقف کړى، اِمام به د هغې بيعه د هغه کالونو د شمېر په مطابق حساب کړى چې د واپس اخستلو تر راتلونکى کال پورې پاتې وى او د کالونو د کمى په وجه به کمه بيعه مقرر کړى.</verse>
				<verse number="19">چا چې دا زمکه وقف کړې وى کۀ هغه کس دا واپس اخستل وغواړى، نو هغه به خامخا د دې قيمت سره شل فيصده زيات ورکوى.</verse>
				<verse number="20">کۀ هغه کس دا زمکه د مالِک خُدائ نه واپس اخستلو نه مخکښې په بل چا باندې خرڅه کړى، نو د هغۀ حق نۀ جوړيږى چې دا واپس واخلى.</verse>
				<verse number="21">د واپس اخستلو پسې کال به هغه پټے د همېشه دپاره د مالِک خُدائ شى، دا به د اِمامانو وى.</verse>
				<verse number="22">کۀ څوک مالِک خُدائ ته يو پټے وقف کوى چې هغۀ اخستے وى،</verse>
				<verse number="23">اِمام به د واپس اخستلو پسې کال پورې د کالونو د شمېر په مطابق د دې د قيمت اندازه ولګوى او هغه کس به خامخا هم په هغه ورځ د دې قيمت ورکړى، دا پېسې به د مالِک خُدائ شى.</verse>
				<verse number="24">د واپس اخستلو په کال به دا پټے واپس د دې اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته ملاويږى.</verse>
				<verse number="25">ټول قيمتونه به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى.</verse>
				<verse number="26">په ځناورو کښې د ټولو نه وړومبى پېدا شوى بچى د مالِک خُدائ وى، نو هيڅ څوک دا هغۀ ته د يوې رضاکارانه نذرانې په توګه نۀ شى پېش کولے. يو سخے، ګډُورے يا يو د چېلۍ بچے دا د مالِک خُدائ وى،</verse>
				<verse number="27">خو وړومبے پېدا شوے يو حرام ځناور د معيارى قيمت سره شل فيصده زيات ورکولو باندې واپس اخستلے شى. کۀ دا واپس وانۀ خستلے شى، نو دا دې په چا باندې په معيارى قيمت خرڅ کړے شى.</verse>
				<verse number="28">کوم څيز چې مالِک خُدائ ته بغېر د څۀ شرط نه وقف شوے وى، نو هيڅ څوک به دا نۀ خرڅولے شى او نۀ به يې واپس اخستلے شى، کۀ هغه بنى آدم، ځناور، يا زمکه وى، دا به د همېشه دپاره د مالِک خُدائ وى.</verse>
				<verse number="29">کۀ په چا باندې د مرګ فېصله شوې وى نو هغه به خامخا وژلے شى او واپس به نۀ شى اخستلے.</verse>
				<verse number="30">د زمکې د ټول پېداوار لسمه حِصه د مالِک خُدائ ده، کۀ هغه غله وى يا مېوه وى.</verse>
				<verse number="31">کۀ يو کس دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به خامخا د منلے شوى قيمت سره شل فيصده زيات ورکوى.</verse>
				<verse number="32">هر يو لسم څاروے د مالِک خُدائ دے. کله چې ځناور شمېرلے شى، نو هر يو لسم به د مالِک خُدائ وى.</verse>
				<verse number="33">مالِک دې ځناورو له داسې ترتيب نۀ ورکوى چې خراب ځناور ترې خوښ کړے شى او بدلولے رابدلولے يې هم نۀ شى. کۀ هغۀ يو ځناور په بل ځناور بدل کړو، نو بيا به دواړه د مالِک خُدائ وى او واپس به نۀ شى اخستلے.“</verse>
				<verse number="34">دا هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ موسىٰ له د سينا په غرۀ باندې د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړل.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="4">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د دوېم کال د دوېمې مياشتې په وړومبۍ ورځ بنى اِسرائيلو د مِصر مُلک پرېښودو نه پس، د سينا په بيابان کښې مالِک خُدائ د خپل حضور په مقدسه خېمه کښې موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”تۀ او هارون د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو او کورَنو مردم‌شمارى وکړئ. د هغه ټولو سړو نومونه وليکئ</verse>
				<verse number="3">چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى او چې جنګ کولے شى.</verse>
				<verse number="4">د هرې قبيلې نه يو يو مشر راوغواړه چې ستا مدد وکړى.“</verse>
				<verse number="5">دا هغه سړى دى چې د خپلو قبيلو مشران دى، کوم چې ستاسو د ملګرتيا دپاره د قوم نه خوښ کړے شوى دى يعنې د روبين د قبيلې نه اليصور د شدِيُور زوئ، د شمعون د قبيلې نه سلومى‌اېل د صورى‌شدى زوئ، د يهوداه د قبيلې نه نحشون د عمى‌نداب زوئ، د يساکار د قبيلې نه نتنى‌ايل د ضُعر زوئ، د زبولون د قبيلې نه اِلياب د حيلون زوئ، د اِفرائيم د قبيلې نه اليسمع د عميهود زوئ، د منسى د قبيلې نه ګملى‌اېل د فداهصور زوئ، د بنيامين د قبيلې نه ابِدان د جدعونى زوئ، د دان د قبيلې نه اخيعزر د عمى‌شدى زوئ، د آشر د قبيلې نه فجعى‌اېل د عکران زوئ، د جاد د قبيلې نه اِلياسف د دعو‌اېل زوئ، د نفتالى قبيلې نه اخيرع د عينان زوئ.</verse>
				<verse number="6">د دې دولسو سړو په مدد سره موسىٰ او هارون،</verse>
				<verse number="7">د دوېمې مياشتې په اوله ورځ د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړو او د ټولو خلقو نومونه يې د قبيلو او کورَنو په مطابق وليکل. د هغه ټولو سړو نومونه وليکلے شول او وشمېرلے شول چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وو،</verse>
				<verse number="8">هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. د سينا په بيابان کښې، موسىٰ خلق وشمېرل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل.</verse>
				<verse number="2">کله چې اِسرائيليان کېمپ جوړوى، نو هر سړے به د خپل لښکر د جنډې لاندې خېمه ودروى. خېمې به د مقدسې خېمې نه ګېرچاپېره لګولے شى.</verse>
				<verse number="3">نمرخاتۀ طرف ته، چې څوک د يهوداه د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د يهوداه قبيلې مشر نحشون زوئ د عمى‌نداب، د قبيلې شمېر څلور اويا زره او شپږ سوه کسان دى، د يساکار قبيلې مشر نتنى‌ايل زوئ د ضُعر، د قبيلې شمېر څلور پنځوس زره او څلور سوه کسان دى، د زبولون قبيلې مشر اِلياب زوئ د حيلون، د قبيلې شمېر اووۀ پنځوس زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او شپږ اتيا زره او څلور سوه کسان دى. د يهوداه لښکر به مخکښې روان وى.</verse>
				<verse number="4"></verse>
				<verse number="5"></verse>
				<verse number="6"></verse>
				<verse number="7"></verse>
				<verse number="8"></verse>
				<verse number="9"></verse>
				<verse number="10">جنوب طرف ته، څوک چې د روبين د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د روبين قبيلې مشر اليصور زوئ د شدِيُور، د قبيلې شمېر شپږ څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د شمعون قبيلې مشر سلومى‌اېل زوئ د صورى‌شدى، د قبيلې شمېر يو کم شپېتۀ زره او درې سوه کسان دى، د جاد قبيلې مشر اِلياسف زوئ د دعو‌اېل، د قبيلې شمېر پينځۀ څلوېښت زره شپږ سوه پنځوس کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او يو پنځوس زره او څلور سوه پنځوس کسان دى. دوېم به د روبين لښکر روان وى.</verse>
				<verse number="11"></verse>
				<verse number="12"></verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14"></verse>
				<verse number="15"></verse>
				<verse number="16"></verse>
				<verse number="17">بيا دې د اولنو دوه لښکرو او د وروستنو دوه لښکرو په مينځ کښې ليويان روان شى چې مقدسه خېمه يوسى. هر يو لښکر به هم په هغه ترتيب روان وى چې څنګه خېمې ودروى، هر يو به په خپل خپل ځائ د خپلې جنډې لاندې وى.</verse>
				<verse number="18">نمرپرېواتۀ طرف ته، څوک چې د اِفرائيم د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د اِفرائيم قبيلې مشر اليسمع زوئ د عميهود، د قبيلې شمېر څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د منسى قبيلې مشر ګملى‌اېل زوئ د فداهصور، د قبيلې شمېر دوه دېرش زره او دوه سوه کسان دى، د بنيامين قبيلې مشر ابِدان زوئ د جدعونى، د قبيلې شمېر پينځۀ دېرش زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او اتۀ زره او سل کسان دى. درېم به د اِفرائيم لښکر روان وى.</verse>
				<verse number="19"></verse>
				<verse number="20"></verse>
				<verse number="21"></verse>
				<verse number="22"></verse>
				<verse number="23"></verse>
				<verse number="24"></verse>
				<verse number="25">شمال طرف ته، څوک چې د دان د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو قبيلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د دان قبيلې مشر اخيعزر زوئ د عمى‌شدى، د قبيلې شمېر دوه شپېتۀ زره او اووۀ سوه کسان دى، د آشر قبيلې مشر فجعى‌اېل زوئ د عکران، د قبيلې شمېر يو څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د نفتالى قبيلې مشر اخيرع زوئ د عينان، د قبيلې شمېر درې پنځوس زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو لاک اووۀ پنځوس زره او شپږ سوه کسان دى. په آخر کښې به د دان لښکر روان وى.</verse>
				<verse number="26"></verse>
				<verse number="27"></verse>
				<verse number="28"></verse>
				<verse number="29"></verse>
				<verse number="30"></verse>
				<verse number="31"></verse>
				<verse number="32">د بنى اِسرائيلو د ټولو لښکرو شمېر شپږ لاکه درې زره پينځۀ سوه او پنځوس کسان وُو چې قبيله په قبيله د هغوئ نومونه وليکلے شول.</verse>
				<verse number="33">هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو، ليويان د نورو بنى اِسرائيلو سره يو ځائ ونۀ شمېرلے شول.</verse>
				<verse number="34">بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. هغوئ هر يو د خپلې جنډې لاندې خېمې ودرولې او هر يو د خپلې قبيلې سره روان وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">دا د هارون او د موسىٰ د خاندان د هغه وخت خبره ده کله چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې وکړې.</verse>
				<verse number="2">د هارون څلور زامن وُو، ندب چې د ټولو مشر وو، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر.</verse>
				<verse number="3">د هغوئ سرونه غوړ کړے شول او د اِمامانو په توګه مقرر کړے شول،</verse>
				<verse number="4">خو ندب او ابيهُو هغه وخت ووژلے شول چې کله هغوئ د سينا په بيابان کښې مالِک خُدائ ته هغه اور پېش کولو چې د هغې اجازت نۀ وو. د هغوئ هيڅ اولاد نۀ وو، نو اِلى‌عزر او اِتمر د خپل پلار هارون په ژوندون کښې د اِمامانو په توګه خِدمت کولو.</verse>
				<verse number="5">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="6">”د ليويانو قبيله نزدې راوله او هغوئ د هارون اِمام دپاره خِدمتګاران مقرر کړه.</verse>
				<verse number="7">هغوئ به زما د حضور په مقدسه خېمه کار کوى او د اِمامانو او د ټول قوم دپاره به ذمه وارى پوره کوى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ به د مقدسې خېمې د ټول سامان خيال ساتى او د نورو بنى اِسرائيلو دپاره به ذمه وارى پوره کوى.</verse>
				<verse number="9">ليويان د هارون او د هغۀ د زامنو د خِدمت دپاره وقف شوى دى.</verse>
				<verse number="10">تۀ به هارون او د هغۀ زامن مقرر کړې چې د اِمامانو په توګه ذمه وارى پوره کړى، بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته د ورنزدې کېدلو کوشش وکړى نو هغه به ووژلے شى.“</verse>
				<verse number="11">نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="12">”ليويان دې اوس زما شى. کله چې ما د مِصريانو وړومبى پېدا شوى نران ووژل، نو د بنى اِسرائيلو د هر خاندان مشر زوئ او وړومبے پېدا شوے ځناور وقف کړے شول چې زما شى. خو اوس د بنى اِسرائيلو د مشرانو زامنو په ځائ ليويان به زما شى. زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ د سينا په بيابان کښې موسىٰ ته حُکم وکړو</verse>
				<verse number="15">چې د ليويانو د قبيلو او کورَنو نومونه وليکى، هغه هر يو نر دې وشمېرى چې عُمر يې د يوې مياشتې يا د دې نه زيات وى،</verse>
				<verse number="16">او موسىٰ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق د هغوئ نومونه وليکل.</verse>
				<verse number="17">د ليوى درې زامن وُو، جيرسون، قُهات او مرارى، هغوئ د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو کومې قبيلې چې د هغوئ په نومونو ياديږى. د جيرسون دوه زامن وُو، لِبنى او سِمعى. د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل، او د مرارى دوه زامن وُو، محلى او موشى. هغوئ د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې د هغوئ په نومونو ياديږى.</verse>
				<verse number="18"></verse>
				<verse number="19"></verse>
				<verse number="20"></verse>
				<verse number="21">لِبنى او سِمعى دواړه د جيرسون قبيلې وې.</verse>
				<verse number="22">هغه ټول نران په شمېر کښې اووۀ زره او پينځۀ سوه کسان وُو چې عُمر يې يوه مياشت يا د دې نه زيات وو.</verse>
				<verse number="23">جيرسونيانو نمرپرېواتۀ طرف ته د مقدسې خېمې نه وروستو خېمې ودرولې،</verse>
				<verse number="24">د اِلياسف سره چې د لا‌اېل زوئ او د جيرسون قبيلې مشر وو.</verse>
				<verse number="25">هغوئ د مقدسې خېمې دنننۍ پړدې، پاسنۍ پړدې، د ننوتلو دروازې د پړدې د خيال ساتلو ذمه وار وُو،</verse>
				<verse number="26">د هغه پړدو چې د خېمې د دربار او د قربان‌ګاه نه ګېرچاپېره وې او دربار ته د ننوتلو د دروازې پړدې. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.</verse>
				<verse number="27">عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل څلور واړه خاندانه د قُهات د قبيلې نه وُو.</verse>
				<verse number="28">د هغه ټولو نرانو شمېر اتۀ زره او شپږ سوه کسان وُو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو.</verse>
				<verse number="29">قُهاتيانو د مقدسې خېمې جنوبى طرف ته خېمې ودرولې،</verse>
				<verse number="30">د اليصفن سره چې د عُزى‌اېل زوئ او د قبيلې مشر وو.</verse>
				<verse number="31">د هغوئ ذمه وارى د دې څيزونو خيال ساتل وُو يعنې د لوظ صندوق، مېز، ډيوټ، قربان‌ګاه، د هغه لوښو چې اِمامان يې په مقدس ځائ کښې استعمالوى او زيات مقدس ځائ ته د ننوتلو پړده. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.</verse>
				<verse number="32">د ليويانو مشر د هارون اِمام زوئ اِلى‌عزر وو. د هغۀ مشرى په هغه کسانو باندې وه چې کومو په مقدس ځائ کښې کار کولو.</verse>
				<verse number="33">د محلى او موشى دواړه خاندانه د مرارى د قبيلې نه وې.</verse>
				<verse number="34">د هغه ټولو نرانو شمېر شپږ زره او دوه سوه کسان وُو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو.</verse>
				<verse number="35">مراريانو د مقدسې خېمې شمالى طرف ته خېمې ودرولې، د صورى‌اېل سره چې د ابى‌خېل زوئ او د قبيلې مشر وو.</verse>
				<verse number="36">هغوئ د مقدسې خېمې د چوکاټونو، دُرشلو، ستنو، پښو او د دې په نورو ټولو څيزونو ذمه وار مقرر شول. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.</verse>
				<verse number="37">هغوئ د ستنو، پښو، موږو او د دربار د بهرنۍ رسو د خيال ساتلو ذمه وار وُو.</verse>
				<verse number="38">موسىٰ، هارون او د هغۀ زامنو نمرخاتۀ طرف ته د مقدسې خېمې په مخکښې خېمې ودرولې. هغوئ د هغه خِدمت ذمه وار وُو چې د بنى اِسرائيلو دپاره په مقدس ځائ کښې کېدلو. بل هر چا چې د دې د کولو کوشش کړے وے نو هغه به وژلے شو.</verse>
				<verse number="39">د مالِک خُدائ په حُکم باندې چې موسىٰ او هارون د ليويانو کوم شمېر وکړو هغه ټول نران دوويشت زره وُو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو.</verse>
				<verse number="40">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول مشران زامن زما دى. نو د اِسرائيلو د هر مشر زوئ نوم وليکه، چې عُمر يې يوه مياشت يا د دې نه زيات وى. خو د هغوئ په ځائ زۀ دا د دعوې سره وايم چې ټول ليويان زما دى. زۀ مالِک خُدائ يم. زۀ دا هم وايم چې د ټولو وړومبو پېدا شوو څاروو په ځائ د ليويانو څاروى زما دى.“</verse>
				<verse number="41"></verse>
				<verse number="42">موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو او د بنى اِسرائيلو ټول مشران زامن يې وشمېرل</verse>
				<verse number="43">چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو، هغوئ ټول په شمېر کښې دوويشت زره دوه سوه او درې اويا کسان وُو.</verse>
				<verse number="44">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="45">”اوس د بنى اِسرائيلو د ټولو مشرانو زامنو په ځائ ليويان وقف کړه چې زما شى او د بنى اِسرائيلو د وړومبو پېدا شوو څاروو په ځائ د ليويانو څاروى وقف کړه. زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="46">خو د بنى اِسرائيلو مشران زامن د ليويانو نه دوه سوه او درې اويا کسان زيات دى، نو تۀ به هغه زيات زامن واپس اخلې.</verse>
				<verse number="47">د هر يو دپاره د منلے شوى معيار په مطابق پينځۀ د سپينو زرو سيکې ورکړه،</verse>
				<verse number="48">او دا پېسې هارون او د هغۀ زامنو ته ورکړه.“</verse>
				<verse number="49">موسىٰ هم هغه شان وکړل او د سپينو زرو سيکې يې واخستلې چې يو زر درې سوه او پينځۀ شپېتۀ وې</verse>
				<verse number="50"></verse>
				<verse number="51">او د مالِک خُدائ د فرمان په مطابق يې هغه هارون او د هغۀ زامنو له ورکړې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="2">”د ليويانو مردم‌شمارى وکړه چې هغوئ قُهاتيان دى. هغوئ دې قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېرلے شى،</verse>
				<verse number="3">او د هغه ټولو سړو نومونه دې وليکلے شى چې د هغوئ عُمر د دېرشو کالو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې د مالِک خُدائ د حضور په مقدسه خېمه کښې کار کولے شى.</verse>
				<verse number="4">د هغوئ خِدمت به د ډېرو مقدسو څيزونو خيال ساتل وى.“</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل. کله چې د کېمپ د وړلو وخت شى، نو هارون او د هغۀ زامن به مقدسې خېمې ته ننوځى، د لوظ د صندوق په مخکښې پړده به راکوزه کړى او د لوظ صندوق به ورباندې پټ کړى.</verse>
				<verse number="6">هغوئ به په دې باندې د څرمنې يوه ښۀ ټوټه واچوى، د آسمانى رنګ کپړه به دپاسه ورباندې خوره کړى او د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.</verse>
				<verse number="7">هغوئ به په مېز باندې د آسمانى رنګ کپړه خوره کړى چې په کوم مېز باندې د مالِک خُدائ روټۍ وى او په دې به لوښى، د خوشبويۍ جامونه، د نذرانو جامونه او د څښلو نذرانو دپاره منګى کېږدى. په مېز به همېشه روټۍ پرته وى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ به په دې هر څۀ باندې يوه سره کپړه خوره کړى، د څرمنې يوه ښۀ ټوټه دې ورباندې واچوى او د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.</verse>
				<verse number="9">هغوئ به د آسمانى رنګ يوه کپړه واخلى او ډيوټ، ډيوې، سرپوښونه، مجمعې او د زيتُونو تېلو ټول لوښى به ورباندې پټ کړى.</verse>
				<verse number="10">هغوئ به دا او د دې ټول څيزونه د څرمنې په يوه ښۀ ټوټه کښې تاو کړى او په وړُونکى چوکاټ به يې کېږدى چې په کوم باندې وړلے شى.</verse>
				<verse number="11">بيا به هغوئ د سرو زرو په قربان‌ګاه باندې د آسمانى رنګ کپړه خوره کړى، د څرمنې يوه ښۀ ټوټه به ورباندې واچوى او د وړلو دپاره بازوګان به وردننه کړى.</verse>
				<verse number="12">هغوئ به په مقدس ځائ کښې هغه ټول لوښى واخلى چې په خِدمت کښې استعماليږى، د آسمانى رنګ په يوه کپړه کښې به يې تاو کړى، د څرمنې يوه ښۀ ټوټه به پرې واچوى او په وړُونکى چوکاټ باندې به يې کېږدى.</verse>
				<verse number="13">هغوئ به د قربان‌ګاه نه ايره لرې کړى او په قربان‌ګاه به د کاسنى رنګ کپړه خوره کړى.</verse>
				<verse number="14">هغوئ به په دې باندې هغه ټول سامان کېږدى چې د قربان‌ګاه په خِدمت کښې استعماليږى. لکه د اور لوښى، د غوښې دپاره درې غاښۍ، بېلچې او ښانکونه. بيا به هغوئ په دې باندې د څرمنې يوه ښۀ ټوټه واچوى، د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.</verse>
				<verse number="15">کله چې د خېمو د وړلو وخت راشى او هارون او د هغۀ زامن دا او د دې ټول سامان راونغاړى نو قُهاتيان به د مقدس سامان وړلو دپاره راشى. قُهاتيان به مقدس سامان له ګوتې نۀ وروړى، ګنې مړۀ به شى. دا هغه څيزونه دى چې د هغې د وړلو ذمه وارى د قُهاتيانو ده، په کوم وخت کښې چې مالِک خُدائ د حضور خېمه وړلے شى.</verse>
				<verse number="16">د هارون اِمام زوئ اِلى‌عزر به د ټولې مقدسې خېمې او د ډيوو دپاره د تېلو، د خوشبويۍ، د غلې نذرانو، د غوړولو تېلو او په خېمه کښې د نورو ټولو څيزونو ذمه وار وى کوم چې مالِک خُدائ ته وقف شوى دى.</verse>
				<verse number="17">بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="18">”قُهاتيان مۀ پرېږدئ</verse>
				<verse number="19">چې ډېرو مقدسو څيزونو ته نزدې راشى هسې نه چې مړۀ شى. د هغوئ د بچ کېدو د خاطره هارون او د هغۀ زامن به دننه ځى او هر سړى ته به خپل کار حواله کوى چې څۀ څيز به وړى.</verse>
				<verse number="20">خو کۀ قُهاتيان مقدسې خېمې ته دننه لاړل او اِمامان يې وليدل چې د مقدسو څيزونو د وړلو تيارے کوى، نو دوئ به مړۀ شى.“</verse>
				<verse number="21">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="22">”د هغه ليويانو مردم‌شمارى وکړه چې جيرسونيان دى، هغوئ دې قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېرلے شى،</verse>
				<verse number="23">او د هغه ټولو سړو نومونه دې وليکلے شى چې عُمر يې د دېرشو کالو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې د مالِک خُدائ د حضور په مقدسه خېمه کښې کار کولے شى.</verse>
				<verse number="24">هغوئ به د دې سامان د وړلو ذمه وار وى يعنې</verse>
				<verse number="25">مقدسه خېمه، د دې دننه او بهر پړده، د دې دپاسه د ښې څرمنې ټوټه، د مقدسې خېمې پړده،</verse>
				<verse number="26">د مقدسې خېمې او قربان‌ګاه نه ګېرچاپېره د دربار پړدې او رسۍ، دربار ته د ننوتلو د دروازې پړدې او هغه ټول سامان چې د دې په ودرولو کښې استعماليږى. هغوئ به هغه ټولې ذمه وارۍ سر ته رسوى چې د دې څيزونو سره تعلق لرى.</verse>
				<verse number="27">موسىٰ او هارون به جيرسونيانو ته د خدمت کولو هدايت ورکوى او د هغوئ کارونه به ګورى چې هغه څۀ يې سر ته رسولې دى کۀ نه کوم چې هارون او د هغۀ زامنو ورته حواله کړى دى.</verse>
				<verse number="28">په مقدسه خېمه کښې د جيرسونيانو ذمه وارۍ دا دى، هغوئ به دا د هارون اِمام زوئ اِتمر د ښودنې لاندې تر سره کوى.“</verse>
				<verse number="29">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”د هغه ليويانو مردم‌شمارى وکړه چې د مراريانو قبيلې دى، هغوئ قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېره،</verse>
				<verse number="30">او د هغه ټولو سړو نومونه وليکه چې د هغوئ عُمر د دېرشو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې د مالِک خُدائ د حضور په خېمه کښې کار کولے شى.</verse>
				<verse number="31">هغوئ به د مقدسې خېمې د چوکاټونو، دُرشلو، ستنو او د پښو وړلو ذمه وار وى،</verse>
				<verse number="32">او د ستنو، پښو، موږو او د خېمې د ګېرچاپېره د دربار د پړدو رسو، سره د هغه ټول سامان د وړلو ذمه وار وى چې د دې په ودرولو کښې استعماليږى. هر يو سړے به د هغه څيزونو ذمه وار وى کوم چې ورته حواله شوى وى.</verse>
				<verse number="33">دا د مراريانو د مقدسې خېمې د خِدمت ذمه وارۍ دى، هغوئ به د هارون اِمام زوئ اِتمر د ښودنې لاندې دا کار تر سره کوى.“</verse>
				<verse number="34">د ليويانو مردم‌شمارى موسىٰ، هارون او د بنى اِسرائيلو نورو مشرانو د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او ليويان يې قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېرل، چې معلوم کړى چې څومره سړى شته چې عُمر يې د دېرشو کالو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې په مقدسه خېمه کښې کار کولے شى. دوه زره اووۀ سوه او پنځوس قُهاتيان وُو، دوه زره شپږ سوه او دېرش جيرسونيان وُو او درې زره او دوه سوه مراريان وُو. دا ټول په شمېر کښې اتۀ زره پينځۀ سوه او اتيا کسان وُو.</verse>
				<verse number="35">هر يو سړے د هغه حُکم په مطابق وشمېرلے شو چې مالِک خُدائ موسىٰ ته کړے وو، او د هغه حُکم په مطابق چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړے وو نو هر يو ته د وړلو او خِدمت کولو ذمه وارۍ حواله شوې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې هر هغه څوک چې د جذام بيمارى لرى يا يې د بدن د يو ځائ نه اوبۀ ځى او هر څوک چې د مړى سره د لګېدلو په وجه ناپاک شوے وى نو هغوئ دې هغه د خېمو نه وشړى.</verse>
				<verse number="3">نر يا ښځه چې ناپاکه وى نو هغوئ بهر ولېږه، چې خېمې پليتې نۀ کړى، چرته چې زۀ د خپلو خلقو په مينځ کښې اوسېږم.“</verse>
				<verse number="4">بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل او داسې خلق يې د خېمو نه بهر کړل.</verse>
				<verse number="5">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="6">”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې يو نر يا ښځه د چا خِلاف جرم وکړى نو هغه د مالِک خُدائ نافرمانى کوى نو هغه کس به قصوروار وى،</verse>
				<verse number="7">هغه دې خامخا د خپلې ګناه اِقرار وکړى او چې د چا خِلاف يې جرم کړے وى نو هغه کس له دې پوره تاوان ورکړى او شل فيصده دې زيات هم ورکړى.</verse>
				<verse number="8">کۀ د مظلوم کس نزدې خپلوان نۀ وى چې د جرم تاوان ورته مِلاو شى، نو د جرم تاوان به د مالِک خُدائ په نوم اِمام له ورکړے شى، د دې سره به د مجرم د کفارې دپاره يو ګډ هم وى.</verse>
				<verse number="9">اِسرائيليان چې هره يوه خاص برخه مالِک خُدائ ته پېش کوى نو هغه به د اِمام وى.</verse>
				<verse number="10">هر يو اِمام هغه ټولې نذرانې د ځان دپاره ساتلے شى چې کومې هغوئ ته ورکړے شوې وى.“</verse>
				<verse number="11">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو</verse>
				<verse number="12">چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى. کۀ يو سړے شکمن شى چې خپلې ښځې ورسره بې‌وفائى کړې ده او د بل سړى سره يې زنا کړې ده او د خپل ځان بې‌عزتى يې کړې ده، خو کۀ د خاوند يقين پوخ نۀ وى، او کېدے شى چې د هغۀ ښځې دا خبره پټه ساتلې وى، ګواه هم نۀ وى او په دې کار پورې نيولے شوې هم نۀ وى، يا داسې وشى چې يو خاوند په خپله ښځه باندې هسې شکمن شى، کۀ هغې بې‌وفائى هم نۀ وى کړې.</verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14"></verse>
				<verse number="15">په داسې دواړو حالتونو کښې سړے به خپله ښځه اِمام له بوځى. هغه به يو کلو د اوربشو اوړۀ هم يوسى، خو هغه به په دې باندې د زيتُونو تېل نۀ اچوى او نۀ به ورباندې خوشبوئى اچوى، ځکه چې دا نذرانه د شکمن خاوند د طرف نه ده، دا د دې دپاره پېش کيږى چې حقيقت څرګند شى.</verse>
				<verse number="16">اِمام به هغه ښځه وړاندې راولى او د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه په مخکښې به يې ودروى.</verse>
				<verse number="17">هغه به په کنډول کښې څۀ مقدسې اوبۀ واچوى او د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دربار نه به لږه خاوره واخلى او په اوبو کښې به يې واچوى چې ترخې شى.</verse>
				<verse number="18">بيا به هغه د ښځې وېښتۀ خوارۀ کړى او د اوړو نذرانه به د هغې په لاس کښې کېږدى. اِمام به هغه جام په خپلو لاسونو کښې ونيسى چې ترخې اوبۀ په کښې دى. دا د دې دپاره چې په هغه کس باندې لعنت راولى چې کوم ګناهګار وى.</verse>
				<verse number="19">بيا به اِمام هغه ښځه دې ته راضى کړى چې داسې قسم وخورى، ”کۀ تا زنا کړې نۀ وى، نو چې دا اوبۀ کوم لعنت راولى نو هغه به تا ته نقصان نۀ رسوى.</verse>
				<verse number="20">خو کۀ تا زنا کړې وى،</verse>
				<verse number="21">نو مالِک خُدائ دې ستا نوم ستا په خلقو کښې لعنتى کړى. تا دې شنډه کړى او ستا خېټه دې وپړسوى.</verse>
				<verse number="22">دا اوبۀ به ستا خېټې ته ننوځى او ستا خېټه دې وپړسوى او تا دې شنډه کړى.“ نو ښځه به په جواب کښې داسې ووائى، ”آمين. هم داسې دې وشى.“</verse>
				<verse number="23">بيا به اِمام دا لعنت په يو طومار وليکى او دا ليکل به د ترخو اوبو په جام کښې ووينځى.</verse>
				<verse number="24">د هغې نه مخکښې چې په ښځه باندې دا اوبۀ وڅښى، کوم چې سخت درد راولى،</verse>
				<verse number="25">اِمام به د ښځې د لاسونو نه د اوړو د شک نذرانه واخلى، مالِک خُدائ ته وقف کولو دپاره به يې پورته کړى او په قربان‌ګاه باندې به يې پېش کړى.</verse>
				<verse number="26">بيا به اِمام د دې نه يو موټے واخلى، دا به د نذرانې د يوې نښې په شان وى او په قربان‌ګاه باندې به يې وسوزوى. په آخر کښې به هغه په ښځه باندې اوبۀ وڅښوى.</verse>
				<verse number="27">کۀ هغې زنا کړې وى، نو اوبۀ به په هغې باندې سخت درد راولى، د هغې خېټه به وپړسيږى او هغه به شنډه شى. او د هغې نوم به په خپلو خلقو کښې لعنتى شى.</verse>
				<verse number="28">خو کۀ هغه بې‌ګناه وى، نو نقصان به ورته نۀ رسيږى او د هغې به بچى پېدا شى.</verse>
				<verse number="29">دا قانون د داسې واقعو دپاره دے کۀ چرې يو سړے غېرت وکړى او شکمن شى چې د هغۀ ښځې زنا کړې ده. ښځه به د مالِک خُدائ په حضور کښې د قربان‌ګاه په مخکښې ودرولے شى او اِمام به دا رسم ادا کړى.</verse>
				<verse number="30"></verse>
				<verse number="31">خاوند به د ګناه نه خلاص وى، خو کۀ ښځه ګناهګاره وى، نو هغې ته به خامخا د خپلو بدو سزا مِلاو شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو</verse>
				<verse number="2">چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى. کۀ يو سړے يا ښځه د خاص مقصد دپاره د خپل ځان د نذير په حيثيت وقف کولو قسم وکړى او خپل ځان مالِک خُدائ ته وقف کړى</verse>
				<verse number="3">نو هغوئ به د ميو نه او شرابو نه ځان وساتى. هغوئ به داسې يو قِسم رس هم نۀ څښى چې د انګورو نه جوړ وى او نۀ به کچه انګور او نۀ اوچ انګور خورى.</verse>
				<verse number="4">چې تر کومې پورې هغوئ د نذير په حيثيت وقف شوى وى، نو هغوئ به داسې يو څيز هم نۀ خورى چې د انګورو د باغ نه راځى، د انګورو پوستکے يا تخم به هم نۀ خورى.</verse>
				<verse number="5">چې تر کومې پورې هغوئ د نذير په حيثيت د قسم لاندې وى، نو وېښتۀ به نۀ واړۀ کوى. ترڅو چې د هغوئ د قسم نيټه پوره شوې نۀ وى، هغوئ مالِک خُدائ ته وقف دى او وېښتۀ به پرېږدى چې لوئ شى.</verse>
				<verse number="6">د هغوئ وېښتۀ د دې نښه ده چې هغوئ مالِک خُدائ ته وقف دى، نو هغوئ به مړى ته نزدې کېدو په وجه خپل ځانونه نۀ ناپاکوى، کۀ هغه يې پلار، مور، ورور يا خور هم وى.</verse>
				<verse number="7"></verse>
				<verse number="8">چې تر کومې پورې هغوئ د نذير په حيثيت د قسم لاندې وى، نو هغوئ مالِک خُدائ ته وقف دى.</verse>
				<verse number="9">کۀ د هغۀ وقف شوى وېښتۀ داسې ناپاک شى چې هغه د يو داسې کس په خوا کښې وى چې ناڅاپه مړ شى، نو هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار وکړى او بيا به خپل وېښتۀ کل کړى، او هغه به پاک شى.</verse>
				<verse number="10">په اتمه ورځ به هغوئ دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې په دروازه کښې اِمام له راوړى.</verse>
				<verse number="11">اِمام به يوه د ګناه د نذرانې په توګه پېش کړى او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه او د هغوئ دپاره به کفاره ادا کړى ځکه چې هغوئ مړى ته د نزدې کېدو په وجه ګناه کړې ده. هم په هغه ورځ به د هغوئ وېښتۀ بيا پاک شى</verse>
				<verse number="12">او خپل وخت به مالِک خُدائ ته د نذير په حيثيت وقف کړى. تېر شوے وخت نۀ حسابيږى، ځکه چې د هغوئ وقف شوى وېښتۀ ناپاک شوى وُو. د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره به هغوئ د يو کال ګډُورے راولى.</verse>
				<verse number="13">د قانون په مطابق کله چې هغه کس د نذير په حيثيت خپل قسم پوره کړى، نو هغوئ به دا رسم ادا کوى. هغوئ به د مقدسې خېمې دروازې ته ورشى</verse>
				<verse number="14">او مالِک خُدائ ته دې درې داسې ځناور قربانى کړى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، د سوزېدونکې نذرانې دپاره يو کلن ګډُورے، يوه کلنه ګډورۍ د ګناه نذرانې دپاره او د سلامتۍ نذرانې دپاره يو ګډ.</verse>
				<verse number="15">هغوئ به د پتيرې روټۍ يوه ډکه ټوکرۍ هم پېش کړى، د اوړو ډبلې روټۍ چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى او نرۍ نرۍ روټۍ چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى او د دې نه علاوه د غلې او د څښلو نذرانې به هم ورسره وى.</verse>
				<verse number="16">اِمام به دا ټولې مالِک خُدائ ته حاضرې کړى او د ګناه نذرانه او سوزېدونکې نذرانه به پېش کړى.</verse>
				<verse number="17">هغه به ګډ د سلامتۍ نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته قربانى کړى او د هغه پتيرې روټۍ سره به يې پېش کړى کومه چې په ټوکرۍ کښې ده، هغه به د غلې او د څښلو نذرانې هم حاضرې کړى.</verse>
				<verse number="18">هغه د نذير په حيثيت کس به د مقدسې خېمې په دروازه کښې خپل وېښتۀ کل کړى او په هغه اور کښې به يې واچوى چې په کوم د سلامتۍ نذرانه سوزولے شى.</verse>
				<verse number="19">بيا کله چې د ګډ د اوږې غوښه ويشولے شى، اِمام به دا راواخلى او په ټوکرۍ کښې چې کومې روټۍ دى د يوې ډبلې او د يوې نرۍ روټۍ سره به يې د هغه د نذير په حيثيت کس په لاسونو کښې کېږدى چا چې قسم کړے وو.</verse>
				<verse number="20">بيا به اِمام دا د يوې خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړى، دا د اِمام دپاره يوه مقدسه نذرانه ده، د دې نه علاوه د ګډ سينه او پتُون د قانون په مطابق د اِمام دى، نو بيا، هغه کس چې د نذير په حيثيت يې قسم خوړلے وو، مے څښلے شى.</verse>
				<verse number="21">دا اصُول د هغه کس دپاره دى کوم چې د نذير په حيثيت مالِک خُدائ ته قسم وکړى. د دې نه علاوه نورې نذرانې هم پېش کولے شى کۀ د هغۀ وس وى. خو هغوئ چې کومه وعده کړې وى نو هغه به خامخا پوره کوى.</verse>
				<verse number="22">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل</verse>
				<verse number="23">چې هارون او د هغۀ زامن دې د بنى اِسرائيلو د برکت غوښتلو دپاره داسې وائى،</verse>
				<verse number="24">”مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى او ستاسو خيال دې وساتى،</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ دې د خپل مخ نُور په تاسو وځلوى او په تاسو دې رحم وکړى،</verse>
				<verse number="26">مالِک خُدائ دې ستاسو مل وى او تاسو له دې سلامتى درکړى.“</verse>
				<verse number="27">او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”چې هغوئ په بنى اِسرائيلو باندې د برکت دپاره زما نوم اخلى، نو زۀ به هغوئ له برکت ورکړم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">په هغه ورځ چې کله موسىٰ د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه ودرول پوره کړل، هغۀ مقدسه خېمه او د دې ټول سامان، قربان‌ګاه او د هغې ټول سامان په تېلو غوړ کړل او وقف يې کړل.</verse>
				<verse number="2">بيا د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشران، کوم چې د مردم‌شمارۍ مشران وُو</verse>
				<verse number="3">هغوئ خپلې نذرانې مالِک خُدائ ته راوړلې، شپږ لوئې ګاډۍ او دولس غوائى، د دوو مشرانو دپاره يوه ګاډۍ او د هر مشر دپاره يو غوَيے. کله چې هغوئ دا حاضر کړل،</verse>
				<verse number="4">نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="5">”دا تُحفې قبولې کړه چې د مقدسې خېمې په خِدمت کښې استعمال شى، دا ليويانو ته د هغه خِدمت دپاره ورکړه کوم چې هغوئ کوى.“</verse>
				<verse number="6">نو موسىٰ ګاډۍ او غوَيان ليويانو له ورکړل.</verse>
				<verse number="7">هغۀ دوه ګاډۍ او څلور غوائى جيرسونيانو له ورکړل،</verse>
				<verse number="8">او څلور ګاډۍ او اتۀ غوَيان يې مراريانو له ورکړل. دا ټول خِدمت د هارون زوئ اِتمر د رهنمايۍ لاندې وشو.</verse>
				<verse number="9">خو قُهاتيانو له يې ګاډۍ يا غوَيان ورنۀ کړل، ځکه چې هغوئ د کومو مقدسو څيزونو ساتنه کوله هغه هغوئ په اوږو باندې وړلے شول.</verse>
				<verse number="10">مشرانو د قربان‌ګاه وقف کولو دپاره هم نذرانې راوړې. کله چې هغوئ خپلې نذرانې په قربان‌ګاه باندې پېش کولو ته تيار شول،</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”مشرانو ته ووايه چې دولس ورځې به هره ورځ يو يو مشر د قربان‌ګاه د وقف کولو دپاره خپلې نذرانې پېش کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="2">”هارون ته ووايه چې کله هغه اووۀ ډيوې په ډيوټ باندې کېږدى، نو هغه به يې داسې کېږدى چې د ډيوټ مخې ته رڼا ورکوى.“</verse>
				<verse number="3">هارون هم هغه شان وکړل او ډيوې يې داسې کېښودې چې د ډيوټ مخې ته رڼا وه.</verse>
				<verse number="4">د سر نه تر بېخه پورې ډيوټ د ټکولے شوو سرو زرو نه جوړ وو، هم د هغې نقشې په مطابق چې مالِک خُدائ موسىٰ ته ښودلې وه.</verse>
				<verse number="5">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="6">”ليويان د نورو بنى اِسرائيلو نه جدا کړه او هغوئ پاک کړه،</verse>
				<verse number="7">طريقه دا ده، په هغوئ باندې د پاکوالى اوبۀ وشينده او هغوئ ته ووايه چې ټول بدن کل کړى او خپلې جامې ووينځى. نو هغوئ به پاک شى.</verse>
				<verse number="8">بيا يو سخے او د غلې نذرانې دپاره اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى دا به هغوئ واخلى، او د ګناه نذرانې دپاره به تۀ يو بل غوَيے بوځې.</verse>
				<verse number="9">بيا د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړه او ليويان زما د حضور خېمې په مخکښې ودروه.</verse>
				<verse number="10">اِسرائيليان دې خپل لاسونه د ليويانو په سرونو کېږدى،</verse>
				<verse number="11">او بيا به هارون ليويان د بنى اِسرائيلو نه د خاص تُحفې په توګه ما ته وقف کړى، چې هغوئ زما خِدمت وکړى.</verse>
				<verse number="12">ليويان به بيا خپل لاسونه د دوو غوَيانو په سرونو کېږدى، يو به د ګناه نذرانې په توګه او بل د سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د دې دپاره چې د ليويانو کفاره ادا شى.</verse>
				<verse number="13">ليويان ما ته د خاص تُحفې په توګه وقف کړه او هارون او د هغۀ زامن د هغوئ مشران جوړ کړه.</verse>
				<verse number="14">نو ليويان د نورو بنى اِسرائيلو نه جدا کړه چې هغوئ زما شى.</verse>
				<verse number="15">کله چې تۀ ليويان پاک او وقف کړې، نو هغوئ د خِدمت دپاره مقدسې خېمې ته دننه تلے شى.</verse>
				<verse number="16">د بنى اِسرائيلو د ټولو مشرانو زامنو په ځائ ليويان زما دى او هغوئ صِرف زما دى.</verse>
				<verse number="17">کله چې ما د مِصر په مُلک کښې ټول مشران زامن ووژل، ما د بنى اِسرائيلو د هر خاندان مشر زوئ او هر يو وړومبے پېدا شوے ځناور خپل ځان ته وقف کړو.</verse>
				<verse number="18">اوس زۀ د بنى اِسرائيلو د ټولو وړومبو پېدا شوو زامنو په ځائ ليويان اخلم،</verse>
				<verse number="19">او ليويان د بنى اِسرائيلو نه د خاص تُحفې په توګه د هارون او د هغۀ زامنو په حواله کوم چې په مقدسه خېمه کښې د بنى اِسرائيلو دپاره خِدمت وکړى او هغوئ به د بنى اِسرائيلو دپاره کفاره ادا کوى چې کله هغوئ مقدس ځائ ته ډېر نزدې راشى نو چې وبا يې هلاک نۀ کړى.“</verse>
				<verse number="20">نو موسىٰ، هارون او ټولو بنى اِسرائيلو ليويان وقف کړل، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="21">ليويانو خپل ځانونه پاک کړل او جامې يې ووينځلې او هارون هغوئ مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې په توګه پېش کړل. هارون د هغوئ دپاره د پاکوالى کفاره ادا کړه.</verse>
				<verse number="22">خلقو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ د ليويانو په حقله موسىٰ ته حُکم کړے وو. نو ليويان په مقدسه خېمه کښې د خِدمت کولو دپاره د هارون او د هغۀ زامنو د مشرۍ لاندې لاړل.</verse>
				<verse number="23">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="24">”د پينځويشتو کالو عُمر نه واخله هر يو ليوے به زما د حضور په خېمه کښې خپله د خِدمت ذمه وارى ادا کوى،</verse>
				<verse number="25">او چې عُمر يې پنځوس کاله شى نو هغه به نور خِدمت نۀ کوى.</verse>
				<verse number="26">د هغې نه پس، هغه د خپل هغه ليوى سره مدد کولے شى کوم چې په خېمه کښې خپله ذمه وارى ادا کوى، خو په خپله به هيڅ خِدمت نۀ کوى. نو داسې به تاسو ليويانو ته ذمه وارۍ حواله کوئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">د بنى اِسرائيلو د مِصر مُلک نه د وتلو نه پس، د دوېم کال په اولنۍ مياشت مالِک خُدائ د سينا په بيابان کښې د موسىٰ سره خبرې وکړې. مالِک خُدائ ورته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”د دې مياشتې په څوارلسمه ورځ، د نمرپرېواتو په وخت، اِسرائيليان به د ټول قانون او اصُولو په مطابق د فسحې اختر کوى.“</verse>
				<verse number="3"></verse>
				<verse number="4">نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل چې هغوئ د فسحې اختر وکړى،</verse>
				<verse number="5">او د اولنۍ مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام بنى اِسرائيلو د سينا په بيابان کښې هغه هر څۀ وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="6">خو څۀ خلق ناپاک وُو ځکه چې هغوئ د مړى سره لګېدلى وُو او هغوئ په هغه ورځ د فسحې اختر نۀ شو کولے. هغوئ موسىٰ او هارون له لاړل</verse>
				<verse number="7">او ورته يې ووئيل، ”مونږ ناپاک يُو ځکه چې مونږ د مړى سره لګېدلى يُو، خو مونږ د نورو بنى اِسرائيلو سره ولې نۀ شُو شريکېدلے چې مالِک خُدائ ته نذرانه پېش کړُو؟“</verse>
				<verse number="8">موسىٰ ورته وفرمائيل، ”تر هغې پورې صبر وکړئ چې ما ته د مالِک خُدائ نه ستاسو په حقله حُکم مِلاو شى.“</verse>
				<verse number="9">نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="10">”بنى اِسرائيلو ته ووايه، کله چې تاسو يا ستاسو اولاد د مړى سره لګېدلو په وجه ناپاک يئ يا په لرې سفر کښې يئ، خو بيا هم د فسحې اختر کول غواړئ،</verse>
				<verse number="11">نو تاسو ته اجازت دے چې دا يوه مياشت وروستو وکړئ، يعنې د دوېمې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام. دا اختر د پتيرې روټۍ او ترخو بوټو سره وکړئ.</verse>
				<verse number="12">د هغه خوراک نه هيڅ هم د بل سحر پورې مۀ پرېږدئ او چې د هغه قربانۍ د ځناورو هډُوکى مات نۀ کړئ. د فسحې اختر د ټولو اصُولو په مطابق وکړئ.</verse>
				<verse number="13">خو چې څوک پاک وى او لرې سفر کښې نۀ وى او هغه د فسحې اختر ونۀ کړى، نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے، ځکه چې هغۀ ما ته په مقرر وخت باندې نذرانه پېش نۀ کړه. هغۀ ته به خامخا د خپلې ګناه سزا مِلاو شى.</verse>
				<verse number="14">ستاسو سره چې کوم مسافر اوسيږى کۀ هغوئ د فسحې اختر کول غواړى، نو هغوئ به دا د ټول قانون او اصُولو په مطابق کوى. هر څوک چې د بل مُلک وى يا په دې مُلک کښې پېدا شوے وى نو د دواړو دپاره يو شان قانون دے.“</verse>
				<verse number="15">په کومه ورځ چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه ودرولے شوه، نو وريځ راغله او خېمه يې پټه کړه. وريځ به د شپې د اور په شان ښکارېده.</verse>
				<verse number="16"></verse>
				<verse number="17">چې کله به هم وريځ د خېمې نه اوچته شوه، نو اِسرائيليان به روان شول او بيا به يې په هغه ځائ کښې خېمې ودرولې چرته به چې وريځ راکوزه شوې وه.</verse>
				<verse number="18">بنى اِسرائيلو به د مالِک خُدائ په حُکم خېمې وړلې او د هغۀ په حُکم به يې ودرولې. تر کومې پورې به چې وريځ په مقدسه خېمه باندې ولاړه وه، نو هغوئ به په خپلو خېمو کښې ايسار وُو.</verse>
				<verse number="19">کله به چې وريځ په مقدسه خېمه باندې د ډېر وخت دپاره ولاړه وه، نو هغوئ د مالِک خُدائ حُکم منلو او د هغه ځائ نه به نۀ تلل.</verse>
				<verse number="20">کله کله به وريځ صِرف يو څو ورځې د خېمې دپاسه ايساره وه، نو په هر حالت کښې، هغوئ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق په خپلو خېمو کښې ايسارېدل يا به يې سفر کولو.</verse>
				<verse number="21">کله به وريځ صِرف د ماښام نه واخله تر سحره پورې ايساره وه، چې څنګه به وريځ اوچته شوه نو هغوئ به سفر شروع کړو.</verse>
				<verse number="22">کۀ وريځ به دوه ورځې، مياشت، کال، يا زياته د مقدسې خېمې دپاسه ولاړه وه، نو هغوئ به سفر نۀ کولو، خو چې کله به وريځ اوچته شوه، نو هغوئ به سفر کولو.</verse>
				<verse number="23">کوم حُکمونه چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه ورکړى وُو هغوئ د هغې په مطابق خېمې ودرولې او وړلې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”د ټکېدلے شوو سپينو زرو نه دوه بيګلې جوړې کړه چې د خلقو په يو ځائ راغونډولو او د خېمو د وړلو د خبر دپاره استعماليږى.</verse>
				<verse number="3">کله چې دواړه بيګلې وغږيږى، نو ټول قوم به زما د حضور د مقدسې خېمې په دروازه کښې ستا نه ګېرچاپېره راغونډ شى.</verse>
				<verse number="4">خو چې کله صِرف يو بيګل وغږيږى، بيا به صِرف د قبيلو مشران ستا نه راغونډيږى.</verse>
				<verse number="5">کله چې بيګل په لنډ آواز وغږيږى، نو د نمرخاتۀ په طرف قبيلې به خېمې وړى.</verse>
				<verse number="6">کله چې په دوېم ځل بيګل وغږيږى، نو د جنوب طرف ته قبيلې به خېمې يوسى. چې بيګل په لنډ آواز غږيږى نو خېمې به وړلے شى،</verse>
				<verse number="7">د قوم د راغونډولو د خبر دپاره به بيګلې غږولے شى. خو دا آواز به لنډ نۀ وى.</verse>
				<verse number="8">د هارون اِمامان زامن به بيګل غږوى. دا قانون به په راتلونکى ټولو وختونو کښې منلے شى.</verse>
				<verse number="9">کله چې ستاسو په مُلک کښې جنګ وى او دشمن په تاسو باندې حمله کوى، نو په لنډ آواز به د خطرې بيګل وغږوئ. زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، به ستاسو مدد وکړم او ستاسو د دشمنانو نه به مو بچ کړم.</verse>
				<verse number="10">د خوشحالۍ په ورځو کښې، د مياشتې په ليدو او ستاسو په نورو مقررو اخترونو کښې، کله چې تاسو سوزېدونکې نذرانې او خپلې د سلامتۍ نذرانې پېش کوئ نو تاسو به دې باندې بيګلې غږوئ. د بيګل آواز به ما ته ستاسو سره لوظ راپه ياد کړى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“</verse>
				<verse number="11">د دوېم کال د دوېمې مياشتې په شلمه ورځ د هغې نه پس چې اِسرائيليان د مِصر مُلک نه راوتلى وُو، د مالِک خُدائ د حضور د خېمې نه وريځ اوچته شوه،</verse>
				<verse number="12">او اِسرائيليان د سينا د بيابان نه په سفر روان شول. وريځ د فاران په صحرا کښې ايساره شوه.</verse>
				<verse number="13">هغوئ د موسىٰ په ذريعه د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق سفر شروع کړو،</verse>
				<verse number="14">او هر ځل چې هغوئ تلل، نو هغوئ به هم په هغه ترتيب باندې وُو. څوک چې د يهوداه قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو هغوئ قبيله په قبيله اول روان شول، د هغوئ مشر نحشون زوئ د عمى‌نداب وو.</verse>
				<verse number="15">نتنى‌ايل زوئ د ضُعر د يساکار قبيلې مشر وو،</verse>
				<verse number="16">او اِلياب زوئ د حيلون د زبولون قبيلې مشر وو.</verse>
				<verse number="17">بيا به خېمه راکوزه کړے شوه او د جيرسون او مرارى قبيلې به روانې شوې، چې هغوئ به خېمه وړله.</verse>
				<verse number="18">بيا، څوک چې د روبين قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو، هغوئ به قبيله په قبيله روان شول، د هغوئ مشر اليصور زوئ د شدِيُور وو.</verse>
				<verse number="19">د شمعون قبيلې مشر سلومى‌اېل زوئ د صورى‌شدى وو،</verse>
				<verse number="20">اِلياسف زوئ د دعو‌اېل د جاد قبيلې مشر وو.</verse>
				<verse number="21">بيا به قُهاتيان روان شول، هغوئ به مقدس سامان وړلو. چې هغوئ به کوم وخت د خېمو بل ځائ ته ورسېدل، نو خېمه به بيا ودرولے شوې وه.</verse>
				<verse number="22">بيا، څوک چې د اِفرائيم قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو، هغوئ به قبيله په قبيله روان شول، د هغوئ مشر اليسمع زوئ د عميهود وو.</verse>
				<verse number="23">د منسى قبيلې مشر ګملى‌اېل زوئ د فداهصور وو،</verse>
				<verse number="24">او د بنيامين قبيلې مشر ابِدان زوئ د جدعونى وو.</verse>
				<verse number="25">په آخر کښې، څوک چې د دان قبيلې د لښکر د جنډې لاندې وُو، چا چې د ټولو لښکرو د وروستو نه حِفاظت کولو، هغوئ قبيله په قبيله روان شول، د هغوئ مشر د عمى‌شدى زوئ اخيعزر وو.</verse>
				<verse number="26">د آشر قبيلې مشر فجعى‌اېل زوئ د عکران وو،</verse>
				<verse number="27">او د نفتالى قبيلې مشر اخيرع زوئ د عينان وو.</verse>
				<verse number="28">نو داسې، اِسرائيليان قبيله په قبيله، په دې ترتيب روان وُو، چې کله به هم هغوئ خېمې وړلې او سفر يې کولو.</verse>
				<verse number="29">موسىٰ خپل اوښى حوباب ته وفرمائيل چې د يترو ميديانى زوئ وو، ”مونږ هغه ځائ ته په سفر روانېږُو چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې هغه به يې مونږ له راکړى. هغۀ وعده کړې ده چې هغه به اِسرائيليان مالدار کړى، نو مونږ سره لاړ شه او مونږ به تا سره ښېګړه وکړُو.“</verse>
				<verse number="30">حوباب ووئيل، ”نه، زۀ واپس خپل مُلک ته ځم چې د خپلو خلقو سره يم.“</verse>
				<verse number="31">موسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تا ته مِنت کوم چې زمونږ نه مۀ ځه، تا ته پته ده چې مونږ به په صحرا کښې چرته خېمې ولګوو او تۀ به مونږ ته لار ښائې.</verse>
				<verse number="32">کۀ تۀ مونږ سره لاړ شې، نو چې مالِک خُدائ مونږ له څومره برکتونه هم راکوى نو په هغې کښې به ستا حِصه وى.“</verse>
				<verse number="33">کله چې خلق د مالِک خُدائ د غرۀ سينا نه روان شول، هغوئ درې ورځې سفر وکړو. د مالِک خُدائ د لوظ صندوق به همېشه د هغوئ نه مخکښې تلو چې د هغوئ دپاره د دمې کولو ځائ پېدا کړى.</verse>
				<verse number="34">چې هغوئ به چرته خېمې وړلې، نو د ورځې به د مالِک خُدائ وريځ د هغوئ دپاسه وه.</verse>
				<verse number="35">چې کله به هم د لوظ صندوق روان شو، نو موسىٰ به وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، پاڅه، خپل دشمنان خوارۀ وارۀ کړه او هغه خلق چې څوک ستا نه نفرت کوى هغوئ دې ته مجبور کړه چې وتښتى.“</verse>
				<verse number="36">او چې کله به د لوظ صندوق ودرېدلو، نو هغۀ به وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، بې‌شمېره بنى اِسرائيلو ته راواپس شه.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">نو کله چې خلقو د خپلو تکليفونو په حقله مالِک خُدائ ته شکايتونه شروع کړل، نو مالِک خُدائ دا واورېدل، نو هغه سخت غصه شو او په خلقو يې اور راولېږلو او اور د هغوئ خِلاف بل وو او د کېمپ بهرنى اړخ يوه برخه يې وسوزوله.</verse>
				<verse number="2">خلقو موسىٰ ته د مدد دپاره چغې کړې، هغۀ مالِک خُدائ ته سوال وکړو نو اور قلار شو.</verse>
				<verse number="3">نو د هغه ځائ نوم تبيعره شو، ځکه چې هلته د مالِک خُدائ اور د هغوئ په کېمپ کښې لګېدلے وو.</verse>
				<verse number="4">د پردى مُلک څۀ مسافرو د بنى اِسرائيلو سره سفر کولو. د هغوئ غوښې ته ډېر زيات زړۀ وشو او هم داسې په خپله بنى اِسرائيلو هم شکايت شروع کړو او وې وئيل، ”کاش چې لږه غوښه خو وے.</verse>
				<verse number="5">په مِصر کښې چې مونږ کوم کبان غوښتل هغه مو خوړل او مونږ ته مفت مِلاوېدل. هغه بادرنګ، هِندوانې، ګندانه، پياز او اوږه راياده کړئ چې مونږ به خوړل؟</verse>
				<verse number="6">خو اوس مونږ د دې نه پوزې له راغلو، د خوړلو نور هيڅ نشته خو بس دا من دى چې هره ورځ زمونږ مخې ته پراتۀ وى.“</verse>
				<verse number="7">من د دڼيا د تخم په شان واړۀ وُو او رنګ يې زېړ بخن وو.</verse>
				<verse number="8">دا د شپې د پرخې سره د خېمو نه ګېرچاپېره پرېوتو. ورپسې سحر به خلق د دې راټولولو دپاره تلل، دا به يې په لنګرۍ کښې ټکول يا يې ترې نه په مېچن کښې اوړۀ جوړول او بيا به يې يشول يا به نرۍ روټۍ يې ترې نه پخولې. د دې خوند داسې وو لکه چې روټۍ د زيتُونو تېلو سره پخې شوې وى.</verse>
				<verse number="9"></verse>
				<verse number="10">موسىٰ د ټولو خلقو شکايتونه واورېدل چې هغوئ قبيلې قبيلې د خپلو خېمو په دروازو کښې ولاړ وُو. هغه پرېشان وو ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ ته په قهر وو،</verse>
				<verse number="11">او هغۀ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”تۀ زما سره دومره بد سلوک ولې کوې؟ تۀ زما نه ولې نارضا يې؟ تا د دې ټولو خلقو ذمه وارى ما له ولې راکړې ده؟</verse>
				<verse number="12">هغوئ خو ما نۀ دى پېدا کړى او نۀ زما بچى دى. زۀ دې ولې د يوې خِدمتګارې په شان شم چې د پيو ماشوم هغه مُلک ته يوسم چې تا يې د هغوئ د پلار نيکۀ سره وعده کړې ده؟</verse>
				<verse number="13">زۀ دې ټولو خلقو له غوښه د کوم ځائ نه ورکړم؟ ځکه چې هغوئ ما ته ژاړى او زما نه غوښه غواړى.</verse>
				<verse number="14">زۀ يواځې د دې ټولو خلقو ذمه وارى نۀ شم اخستلے، دا بوج زما دپاره ډېر دروند دے.</verse>
				<verse number="15">کۀ تۀ زما سره هم دغه شان سلوک کوې، نو په ما رحم وکړه او ما ووژنه، کۀ تۀ زما نه رضا يې، نو ما د خپل غم ليدلو نه وساته.“</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو اويا مشران راجمع کړه چې هغوئ د مشرانو په توګه منلے شوى وى، هغوئ ما له زما د حضور خېمې ته راوله او هغوئ ته ووايه چې هغوئ هلته تا سره ودريږى.</verse>
				<verse number="17">زۀ به لاندې راشم او هلته به تا سره خبرې وکړم او چې ما کوم روح تا له درکړے دے د هغې نه به لږ واخلم او هغوئ له به يې ورکړم. بيا به هغوئ ستا مدد کوى او چې د دې خلقو ذمه وارى واخلى، نو دا ذمه وارى به يواځې ستا په سر نۀ وى.</verse>
				<verse number="18">اوس خلقو ته ووايه، چې د سبا دپاره ځانونه پاک کړئ، تاسو ته به د خوړلو دپاره غوښه مِلاو شى. مالِک خُدائ ستاسو ژړا اورېدلې ده چې تاسو وئيل چې کاش زمونږ سره لږه غوښه وے او چې زمونږ حالت په مِصر کښې ښۀ وو. اوس به مالِک خُدائ تاسو له غوښه درکړى او تاسو به يې خورئ.</verse>
				<verse number="19">دا به تاسو نۀ صِرف يو دوه، پينځۀ يا لس شل ورځې خورئ،</verse>
				<verse number="20">بلکې ټوله مياشت به يې خورئ، چې ستاسو د پوزو نه بهر راوځى او زړۀ به مو ترې موړ شى. هم داسې به وشى ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے کوم چې دلته ستاسو په مينځ کښې دے او تاسو هغۀ ته دا شکايت کړے دے چې مونږ ولې مِصر پرېښودلے دے.“</verse>
				<verse number="21">موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”دلته زما سره شپږ لاکه خلق دى او تۀ وائې چې تۀ به هغوئ له د يوې مياشتې غوښه ورکړې؟</verse>
				<verse number="22">څاروى او ګډې دې د هغوئ دپاره حلالې کړے شى څۀ؟ ولې په سمندر کښې ټول کبان به د هغوئ مړولو دپاره کافى وى؟“</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”زما د طاقت څۀ حد شته؟ تۀ به زر وګورې چې ما څۀ وئيلى دى چې هغه کيږى او کۀ نۀ کيږى.“</verse>
				<verse number="24">نو موسىٰ بهر ووتلو او چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو هغه يې خلقو ته وفرمائيل. هغۀ اويا مشران راجمع کړل او د خېمې نه ګېرچاپېره يې ودرول.</verse>
				<verse number="25">بيا مالِک خُدائ په وريځو کښې لاندې راغلو او د هغۀ سره يې خبرې وکړې. کوم روح يې چې موسىٰ له ورکړے وو د هغې نه يې لږ واخستلو او هغه اويا مشرانو له يې ورکړو. کله چې په هغوئ باندې روح نازل شو نو هغوئ د لږ وخت دپاره د پېغمبرانو په شان خبرې کولې. خو د دې نه پس بيا داسې ونۀ شول.</verse>
				<verse number="26">د هغه اويا مشرانو نه دوه مشران، اِلداد او ميداد، په خېمو کښې پاتې وُو او د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته تلى نۀ وُو. او په هغوئ باندې روح نازل شو او هغوئ په خېمو کښې د پېغمبرانو په شان خبرې شروع کړې.</verse>
				<verse number="27">يو ځوان منډه کړه چې موسىٰ ته ووائى چې اِلداد او ميداد په خېمو کښې د پېغمبرانو په شان خبرې کوى.</verse>
				<verse number="28">بيا د نون زوئ يشوَع، کوم چې د ځوانۍ د وخت نه د موسىٰ مدد کوونکے وو، هغۀ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زما نېکه هغوئ منع کړه.“</verse>
				<verse number="29">موسىٰ جواب ورکړو، ”تۀ په ما غېرت کوې څۀ؟ زۀ غواړم چې مالِک خُدائ خپل روح خپلو ټولو خلقو ته ورکړى او ټول د پېغمبرانو په شان شى.“</verse>
				<verse number="30">بيا موسىٰ او د بنى اِسرائيلو مشران واپس کېمپ ته لاړل.</verse>
				<verse number="31">ناڅاپه مالِک خُدائ يوه هوا راوستله چې هغې د سمندر د طرف نه مړَزان راوړل، چې د زمکې نه يو ګز اوچت الوتل. دا په خېمو باندې او د خېمو نه ګېرچاپېره هر طرف ته لرې لرې پورې کښېناستل.</verse>
				<verse number="32">نو په هغه ټوله ورځ او شپه او په دوېمه ټوله ورځ، خلقو مړَزان راونيول، هيچا هم د زرو کلو نه کم نۀ وُو رانيولى. هغوئ دا د اوچولو دپاره د ټولو خېمو نه ګېرچاپېره خوارۀ کړل.</verse>
				<verse number="33">کله چې لا د هغوئ سره ښۀ ډېره غوښه وه، نو مالِک خُدائ خلقو ته په قهر شو او په خلقو يې يوه لويه وبا راولېږله.</verse>
				<verse number="34">د هغه ځائ نوم ”د لالچيانو قبرونه“ شو، ځکه چې هغوئ هلته هغه خلق ښخ کړل د کومو چې غوښې ته زړۀ شوے وو.</verse>
				<verse number="35">خلقو د هغه ځائ نه حصيروت ته سفر وکړو او هلته اوسېدل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">بيا موسىٰ يوه حبشۍ ښځه وادۀ کړه، نو مريم او هارون په دې وجه په هغۀ اِعتراض وکړو.</verse>
				<verse number="2">هغوئ ووئيل، ”مالِک خُدائ صِرف د موسىٰ په ذريعه خبرې کړې دى څۀ؟ هغۀ زمونږ په ذريعه خبرې نۀ دى کړې څۀ؟“ هغوئ چې څۀ ووئيل نو مالِک خُدائ هغه واورېدل.</verse>
				<verse number="3">موسىٰ يو ډېر عاجز سړے وو، هغه د زمکې په مخ د ټولو خلقو نه زيات عاجز وو.</verse>
				<verse number="4">ناڅاپه مالِک خُدائ موسىٰ، هارون او مريم ته وفرمائيل، ”تاسو درې واړه بهر زما د حضور خېمې ته لاړ شئ.“ نو هغوئ لاړل،</verse>
				<verse number="5">او مالِک خُدائ د وريځې په ستن کښې لاندې راغلو، د خېمې په دروازه کښې ودرېدلو او هارون او مريم يې راوغوښتل. هغوئ دواړه وروړاندې شول،</verse>
				<verse number="6">او مالِک خُدائ هغوئ ته وفرمائيل، ”اوس زما خبرې په کولاو غوږُونو واورئ. کله چې ستاسو په مينځ کښې پېغمبران وى، نو زۀ خپل ځان هغوئ ته په خيال کښې څرګندوم او زۀ د هغوئ سره د هغوئ په خوب کښې خبرې کوم.</verse>
				<verse number="7">خو زۀ خپل خِدمتګار موسىٰ سره داسې نۀ کوم، هغه ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو مشر جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="8">نو زۀ د هغۀ سره مخامخ خبرې کوم، صفا او واضِحه خبرې ورسره کوم، هغۀ زۀ ليدلے يم. تاسو دا جرأت څنګه کوئ چې زما د خِدمت کوونکى موسىٰ خِلاف خبرې کوئ؟“</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ هغوئ ته په قهر شو، او هغه لاړو</verse>
				<verse number="10">او کله چې د خېمې نه وريځ اوچته شوه، نو د مريمې څرمن ناڅاپه په سخته بيمارۍ پټه شوه او د واورې په شان سپينه شوه. کله چې هارون ورته وکتل نو وې ليدل چې د هغې څرمن په بيمارۍ پټه وه،</verse>
				<verse number="11">هغۀ موسىٰ ته ووئيل، ”صاحِبه، زمونږ د کم عقلتوب د ګناه په وجه دا سزا مونږ له مۀ راکوه.</verse>
				<verse number="12">د مريم نه داسې څۀ مۀ جوړوه لکه چې يو ماشوم مړ پېدا شوے وى او نيمه غوښه يې نۀ وى.“</verse>
				<verse number="13">نو موسىٰ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو چې، ”خُدايه پاکه، هغه روغه کړه.“</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”کۀ پلار ورله په مخ تُوکلے وے، نو هغې به اووۀ ورځې خپل شرم نۀ وو برداشت کړے څۀ؟ نو هغه دې اووۀ ورځې د خېمو نه بهر کړے شى او د هغې نه پس هغه واپس راولئ.“</verse>
				<verse number="15">مريم اووۀ ورځې د خېمو نه بهر کړے شوه او چې تر کومې پورې هغه واپس نۀ وه راوستلے شوې نو خلقو سفر نۀ کولو.</verse>
				<verse number="16">بيا هغوئ د حصيروت نه لاړل او د فاران په صحرا کښې يې خېمې ولګولې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="2">”د دولسو قبيلو د هرې يوې قبيلې نه يو يو مشر خوښ کړه او هغوئ د جاسوسانو په توګه ولېږه چې د کنعان مُلک وګورى، کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.“</verse>
				<verse number="3">نو موسىٰ هغوئ د فاران د صحرا نه د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق ولېږل، چې هغوئ ټول د بنى اِسرائيلو مشران وُو.</verse>
				<verse number="4">د هغوئ نومونه دا وُو يعنې د روبين قبيلې نه، سموع زوئ د زکور،</verse>
				<verse number="5">د شمعون قبيلې نه، سافط زوئ د حورى،</verse>
				<verse number="6">د يهوداه قبيلې نه، کالب زوئ د يفُنه،</verse>
				<verse number="7">د يساکار قبيلې نه، اِجال زوئ د يوسف،</verse>
				<verse number="8">د اِفرائيم قبيلې نه، هوسيع زوئ د نون،</verse>
				<verse number="9">د بنيامين قبيلې نه، فلطى زوئ د رفُو،</verse>
				<verse number="10">د زبولون قبيلې نه، جدى‌اېل زوئ د سودى،</verse>
				<verse number="11">د منسى قبيلې نه، جدى زوئ د سوسى،</verse>
				<verse number="12">د دان قبيلې نه، عمى‌اېل زوئ د جملى،</verse>
				<verse number="13">د آشر قبيلې نه، ستُور زوئ د ميکائيل،</verse>
				<verse number="14">د نفتالى قبيلې نه، نحبى زوئ د وُفسى،</verse>
				<verse number="15">د جاد قبيلې نه، جيواېل زوئ د ماکى.</verse>
				<verse number="16">دا هغه سړى دى چې موسىٰ د هغه مُلک د جاسوسۍ دپاره ولېږل. هغۀ د نون د زوئ هوسيع نوم يشوَع ته بدل کړو.</verse>
				<verse number="17">کله چې موسىٰ هغوئ لېږل، نو هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”د دې ځائ نه د صحرا په لار لاړ شئ او بيا د کنعان غريزې علاقې ته ورننوځئ.</verse>
				<verse number="18">وې ګورئ چې هغه څۀ رنګه مُلک دے، چې کوم خلق په کښې اوسيږى، هغوئ تکړه دى او کۀ کمزورى دى، لږ دى او کۀ ډېر دى.</verse>
				<verse number="19">وې ګورئ چې هغه زمکه ښۀ ده او کۀ ښۀ نۀ ده او چې هغه خلق په خېمو کښې اوسيږى يا په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه ترې نه تاو وى.</verse>
				<verse number="20">وګورئ چې هغه زمکه زرخېزه او کۀ شاړه ده او ونې بوټى په کښې شته او کۀ نشته. او تکړه شئ چې هلته کومه مېوه کيږى لږه ترې نه راوړئ.“ دا هغه موسم وو چې انګور په پخېدو شروع وُو.</verse>
				<verse number="21">نو هغه سړى د صحرا په طرف لاړل او هغه مُلک يې د صين صحرا نه واخله تر رِحوب پورې وکتلو، چې د حمات درې ته نزدې دے.</verse>
				<verse number="22">هغوئ اول د هغه مُلک جنوبى برخې ته ننوتل او حبرون ته راغلل، چرته چې د اخيمان، سيسى او تلمى قبيلې اوسېدلې چې هغوئ عناقيان وُو او د دېوانو د نسل اولاد وو. حبرون د مِصرى ښار ضُعن نه اووۀ کاله مخکښې آباد کړے شوے وو.</verse>
				<verse number="23">هغوئ د اسکال وادۍ ته راغلل او هلته هغوئ يوه څانګه راماته کړه چې د انګورو يوه غنچه ورباندې وه او دومره درنه وه چې دا دوو سړو په يو ډانګ باندې يو خوا بل خوا راځوړنده کړه او يو يې وړله. هغوئ څۀ انار او اينځر هم يوړل.</verse>
				<verse number="24">په هغه وادۍ باندې ”اسکال“ يعنې د انګورو غنچه نوم کېښودے شو ځکه چې بنى اِسرائيلو هلته د انګورو غنچه شوکولې وه.</verse>
				<verse number="25">هغه مُلک د څلوېښتو ورځو د کتلو نه پس، جاسوسان راواپس شول</verse>
				<verse number="26">او موسىٰ، هارون او د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته د فاران په صحرا کښې قادِس ته راغلل. جاسوسانو هغه خبر ورله راوړو چې څۀ يې ليدلى وُو او هغه مېوه يې ورته وښودله چې کومه يې راوړې وه.</verse>
				<verse number="27">هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”مونږ هغه مُلک وکتلو چې زرخېز او آباد وو او دا يې لږه شان مېوه ده.</verse>
				<verse number="28">خو د هغه ځائ اوسېدونکى تکړه دى او د هغوئ ښارونه غټ دى او د ښارونو نه يې دېوالونه تاو دى. او د دې نه علاوه، مونږ هلته د دېوانو اولاد هم وليدو.</verse>
				<verse number="29">عماليقيان د هغه مُلک په صحرا کښې اوسيږى، حِتيان، يبوسيان او اموريان د غرونو په مُلک کښې اوسيږى، او کنعانيان د مديترانى د سمندر او د اُردن سيند سره اوسيږى.“</verse>
				<verse number="30">کالب هغه خلق غلى کړل کومو چې د موسىٰ خِلاف شکايتونه کول او وې وئيل، ”راځئ چې په هغه مُلک حمله وکړُو او وې نيسو، ځکه مونږ ښۀ تکړه يُو او ورباندې برے موندے شُو.“</verse>
				<verse number="31">خو هغه سړو ووئيل کوم چې د کالب سره تلى وُو، ”نه. مونږ تکړه نۀ يُو چې حمله ورباندې وکړُو، هغه خلق زمونږ نه زيات طاقتور دى.“</verse>
				<verse number="32">نو هغوئ د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې د هغه مُلک په حقله غلط خبر خور کړو کوم چې هغوئ ليدلے وو. هغوئ ووئيل، ”په هغه مُلک کښې دومره څۀ هم نۀ پېدا کيږى چې د هغه ځائ اوسېدونکى خلق يې وخورى. کوم خلق چې مونږ وليدل ټول لوړ لوړ وُو،</verse>
				<verse number="33">او هلته مونږ دېوان هم وليدل، چې د عناق اولاد دے. مونږ ته خپل ځانونه داسې معلومېدل لکه چې مُلخان يُو او مونږ به هغوئ ته خامخا هم داسې ښکارېدلو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">بيا ټوله شپه خلقو په چغو چغو وژړل.</verse>
				<verse number="2">هغوئ د موسىٰ او هارون خِلاف شکايت وکړو او وې وئيل، ”دا به ډېره ښۀ وے چې د مِصر په مُلک کښې يا دلته په دې صحرا کښې مړۀ وے.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ مونږ هغه مُلک ته ولې بوځى؟ مونږ به په جنګ کښې ووژلے شُو او زمونږ ښځې او بچى به ونيولے شى. دا به ښۀ نۀ وى څۀ چې واپس مِصر ته لاړ شُو؟“</verse>
				<verse number="4">نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ چې يو مشر خوښ کړُو او مِصر ته واپس لاړ شُو.“</verse>
				<verse number="5">بيا موسىٰ او هارون د هغه خلقو په وړاندې په زمکه را پرېوتل.</verse>
				<verse number="6">او د نون زوئ يشوَع او کالب د يفُنه زوئ چې د نورو کسانو سره هغه مُلک کتلے وو، نو هغوئ هغه دوه کسان وُو چې د خفګان نه يې خپلې جامې وشلولې</verse>
				<verse number="7">او خلقو ته يې وفرمائيل، ”کوم مُلک چې مونږ وکتلو هغه ډېر زيات ښۀ مُلک دے.</verse>
				<verse number="8">کۀ مالِک خُدائ زمونږ نه رضا وى نو هغه به مونږ هلته بوځى، هغه مُلک ته چې زرخېز او آباد وى او مونږ له به يې راکړى.</verse>
				<verse number="9">د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت مۀ کوئ او د هغه خلقو نه مۀ يرېږئ کوم چې هلته اوسيږى. هغوئ له شکست ورکول مونږ ته آسان دى. مالِک خُدائ زمونږ مل دے او هغه خُدايانو له يې شکست ورکړے دے چې هغوئ يې بچ کول، نو مۀ يرېږئ.“</verse>
				<verse number="10">ټول قوم وئيل چې هغوئ به سنګسار کړى، خو ناڅاپه خلقو وليدل چې د مالِک خُدائ د حضور جلال د خېمې دپاسه راڅرګند شو.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا خلق به تر کومې پورې زما نه نفرت کوى؟ او په ما باندې به اعتماد نۀ کوى، اګر چې د هغوئ په مينځ کښې ما ډېرې معجزې کړې دى؟</verse>
				<verse number="12">زۀ به په هغوئ وبا راولم او هلاک به يې کړم، خو زۀ به تا د يو داسې قوم پلار نيکۀ جوړ کړم چې هغه به د دې خلقو نه لوئ او طاقتور وى.“</verse>
				<verse number="13">خو موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”تا د خپل طاقت سره دا خلق د مِصر نه راوويستل. کله چې مِصريان خبر شى چې تا د خپلو خلقو سره څۀ کړى دى،</verse>
				<verse number="14">نو هغوئ به د دې مُلک اوسېدونکو ته ووائى چا چې د مخکښې نه دا اورېدلى دى چې مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مل يې، او چې کله ستا وريځ زمونږ دپاسه ولاړه وى نو تۀ راته مخامخ ښکارېږې او چې تۀ زمونږ د ورځې د وريځې په ستن کښې او د شپې د اور په ستن کښې لارښودنه کوې.</verse>
				<verse number="15">اوس کۀ تۀ خپل ټول خلق ووژنې، نو چې کومو قومونو ستا په حقله اورېدلى دى نو هغوئ به ووائى</verse>
				<verse number="16">چې تا خپل خلق په صحرا کښې ووژل ځکه چې ستا طاقت نۀ وو چې هغوئ هغه مُلک له بوځې چې تا د ورکولو وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="17">نو اوس مالِکه خُدايه، زۀ سوال کوم چې مونږ ته خپل طاقت او هغه څۀ وښايه چې تا يې د ورکولو وعده کړې ده، کله چې تا وفرمائيل،</verse>
				<verse number="18">زۀ، مالِک خُدائ په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او زۀ نۀ ختمېدونکې مينه او وفادارى ښايم او زياتے او بغاوت معاف کوم. خو چې څوک ګناه کوى نو د هغوئ د ګناه سزا به د درېم او څلورم نسل پورې جارى وى.</verse>
				<verse number="19">او اوس مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د خپلې لوئې او نۀ بدلېدونکې مينې په مطابق د دې خلقو ګناه معاف کړه، هم هغه شان څنګه چې تا هغوئ د مِصر د راوتلو نه تر اوسه پورې معاف کوې.“</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ستا د وېنا په مطابق هغوئ ما معاف کړل.</verse>
				<verse number="21">خو زما دې په خپل ذات او جلال قسم وى د کوم جلال نه چې ټوله زمکه ډکه ده،</verse>
				<verse number="22">چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے.</verse>
				<verse number="23">هغوئ به هيڅکله هم هغه مُلک ته دننه نۀ شى د کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے دے. هغه هيڅ څوک به هم ورننه نۀ وځى چا چې زما سپکاوے کړے دے.</verse>
				<verse number="24">خو زما خِدمتګار کالب د نورو په شان نۀ دے او هغۀ په پوره توګه زما تابعدارى کړې ده، نو زۀ به دے هغه مُلک له راولم کوم چې هغۀ ليدلے دے او هغه مُلک به د هغۀ د اولاد شى</verse>
				<verse number="25">چې په کومو واديانو کښې اوس عماليقيان او کنعانيان اوسيږى. سبا واپس په صحرا کښې د بحرِقُلزم طرف ته روان شئ.“</verse>
				<verse number="26">مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="27">”دا خراب خلق به تر کومې پورې زما خِلاف شکايت کوى؟ ما دا شکايتونه ډېر زيات اورېدلى دى.</verse>
				<verse number="28">اوس هغوئ له دا جواب ورکړه، زۀ ژوندے مالِک خُدائ په خپل ذات قسم کوم، چې زۀ به ستاسو دپاره هم هغه شان وکړم څۀ چې تاسو زما په وړاندې وئيلى دى.</verse>
				<verse number="29">تاسو به مړۀ شئ او ستاسو لاشونه به په صحرا کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. ځکه چې تاسو زما خِلاف شکايت کړے دے، ستاسو يو کس به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې د شلو کالو نه زيات وى.</verse>
				<verse number="30">ما دا وعده کړې وه چې تاسو به هلته اوسېږئ، خو د کالب او يشوَع نه بغېر به هيڅ څوک هم نۀ ورننه وځى.</verse>
				<verse number="31">تاسو وئيلى وُو چې ستاسو ماشومان به ونيولے شى، خو زۀ به هغوئ هغه مُلک ته راولم چې تاسو يې مخالفت کړے دے.</verse>
				<verse number="32">تاسو به دلته په دې صحرا کښې مړۀ شئ.</verse>
				<verse number="33">ستاسو بچى به څلوېښت کاله په صحرا کښې سرګردانه ګرځى، ستاسو د نافرمانۍ په وجه به کړيږى، تر دې پورې چې ستاسو آخرى کس هم مړ شى.</verse>
				<verse number="34">تاسو ته به څلوېښت کاله د خپلو بدو سزا ملاويږى، د هغه څلوېښتو ورځو د هرې ورځې دپاره به يو کال وى کومې چې تاسو د هغه مُلک په کتلو کښې تېرې کړې دى. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ ستاسو خِلاف يم.</verse>
				<verse number="35">بې‌شکه چې زۀ به تاسو خرابو خلقو سره داسې وکړم چې زما خِلاف راغونډ شوى يئ. په دې صحرا کښې به تاسو تباه شئ. زۀ، مالِک خُدائ دا وايم.“</verse>
				<verse number="36">موسىٰ چې کوم سړى د هغه مُلک کتلو له لېږلى وُو چا چې غلط خبر راوړو چې د هغې په وجه خلقو د مالِک خُدائ خِلاف شکايت وکړو، نو مالِک خُدائ په دې جاسوسانو باندې وبا راوستله او هغوئ مړۀ شول.</verse>
				<verse number="37"></verse>
				<verse number="38">په هغه دولسو جاسوسانو کښې صِرف يشوَع او کالب ژوندى پاتې شول.</verse>
				<verse number="39">کله چې موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، نو هغوئ ډېر غمژن شول.</verse>
				<verse number="40">بل سحر وختى هغوئ د غرونو مُلک ته روان شول، هغوئ ووئيل، ”اوس به مونږ هغه مُلک ته لاړ شُو چې د کوم په حقله مالِک خُدائ مونږ ته فرمائيلى دى. مونږ دا منو چې مونږ ګناه کړې ده.“</verse>
				<verse number="41">خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”نو تاسو ولې د مالِک خُدائ نافرمانى کوئ؟ تاسو به کامياب نۀ شئ.</verse>
				<verse number="42">تاسو مۀ ځئ. مالِک خُدائ ستاسو مل نۀ دے او ستاسو دشمنان به تاسو له شکست درکړى.</verse>
				<verse number="43">کله چې تاسو د عماليقيانو او کنعانيانو سره مخامخ شئ، نو تاسو به په جنګ کښې ووژلے شئ، مالِک خُدائ به ستاسو مل نۀ وى، ځکه چې تاسو د هغۀ د تابعدارۍ نه اِنکار کړے دے.“</verse>
				<verse number="44">خو هغوئ زړَور روان وُو چې د غرونو مُلک ته وخېژى، اګر چې نۀ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او نۀ موسىٰ د خېمو نه ورسره تلے وو.</verse>
				<verse number="45">بيا عماليقيان او کنعانيان لاندې راغلل کوم چې هلته اوسېدل او هغوئ له يې شکست ورکړو او د حُرمه پورې يې وزغلول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل</verse>
				<verse number="2">چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه چې په هغه مُلک کښې پرې عمل کوى کوم يې چې هغوئ له ورکولو.</verse>
				<verse number="3">يو غوَيے، ګډه، يا يو چېلے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې د پوره کولو د نذرانې، يا د رضاکارانه نذرانې يا د ستاسو په مقررو اخترونو کښې د يوې نذرانې په توګه پېش کولے شى، د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="4">هر څوک چې يو ګډ يا چېلے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى نو هغه به د دې هر يو ځناور سره يو کلو اوړۀ راوړى چې يو ليټر د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، دا به د غلې نذرانې په توګه وى، يو ليټر مے به ورسره هم وى.</verse>
				<verse number="5"></verse>
				<verse number="6">کله چې يو ګډ پېش کيږى، نو دوه کلو اوړۀ چې يو نيم ليټر د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، دا به د غلې نذرانې په توګه پېش کيږى،</verse>
				<verse number="7">يو نيم ليټر مے به ورسره هم وى. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="8">کله چې يو غوَيے د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې پوره کولو د نذرانې يا د سلامتۍ د نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى،</verse>
				<verse number="9">د درې کلو اوړو د غلې يوه نذرانه به پېش کيږى چې دوه ليټره د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى،</verse>
				<verse number="10">دوه ليټره مے به ورسره هم وى. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="11">دا هغه څۀ دى چې د هر يو غوَيى، ګډ، ګډُورى، يا چېلۍ سره به پېش کولے شى.</verse>
				<verse number="12">د ځناورو د شمېر په مطابق به د دې څيزونو مِقدار هم زياتولے شى.</verse>
				<verse number="13">د مُلک ټول اصلى پېدائشى خلق چې کله يوه په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوى نو هغوئ به داسې کوى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="14">او کۀ ستاسو په مينځ کښې د بل مُلک کس وى، کۀ هغه د لږ وخت يا د ډېر وخت دپاره اوسېدونکے وى، نو کۀ هغوئ غواړې چې په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کړى، چې د چا خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى، نو ضرور به هغوئ هم هغه شان اصُول منى.</verse>
				<verse number="15">په راتلونکى ټولو وختونو کښې، تاسو او ستاسو سره اوسېدونکى د بل مُلک خلق به دا اصُول منى. تاسو او هغوئ د مالِک خُدائ په نظر کښې يو شان يئ،</verse>
				<verse number="16">ستاسو او د هغوئ دپاره به يو شان قانون او اصُول وى.</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل</verse>
				<verse number="18">چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه چې په هغه مُلک کښې پرې عمل کوى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکولو.</verse>
				<verse number="19">کله چې تاسو د هغه مُلک د فصل نه خوراک کوئ، د هغې نه به څۀ برخه مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کولے شى.</verse>
				<verse number="20">کله چې تاسو روټۍ پخوئ، نو د نوې غلې د وړومبۍ پېړې روټۍ به مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کولے شى. دا به هم هغه شان پېش کولے شى چې څنګه تاسو په درمند کښې صفا شوې غله د خاص برخې په توګه پېش کوئ.</verse>
				<verse number="21">په راتلونکى ټولو وختونو کښې، تاسو چې کومه روټۍ پخوئ نو دا نذرانه به مالِک خُدائ له ورکوئ.</verse>
				<verse number="22">خو کۀ څوک په غلطۍ سره په دې اصُولو باندې عمل کولو کښې ناکام شى کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړى دى،</verse>
				<verse number="23">او فرض کړئ کۀ راتلونکى نسلونه په دې هر څۀ کولو کښې ناکام شى چې مالِک خُدائ يې د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے دے،</verse>
				<verse number="24">کۀ يوه داسې غلطى شوې وى چې قوم ته پته نۀ وى لګېدلې، نو هغوئ به يو غوَيے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، دا به د معيارى غلې نذرانې او د څښلو نذرانې سره پېش کيږى. د دې نه علاوه، هغوئ به يو چېلے د ګناه نذرانې په توګه هم پېش کوى.</verse>
				<verse number="25">اِمام به د قوم دپاره کفاره ادا کړى او هغوئ به معاف کړے شى، ځکه چې هغه کار په غلطۍ سره شوے وو او هغوئ خپله د ګناه نذرانه په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته راوړه.</verse>
				<verse number="26">نو د بنى اِسرائيلو ټول قوم او د هغوئ سره اوسېدونکى د پردى مُلک خلق به معاف کړے شى، ځکه چې ټول په دې غلطۍ کښې شامل وُو.</verse>
				<verse number="27">کۀ يو کس په غلطۍ سره ګناه وکړى، نو هغه به د يو کال چېلۍ د ګناه نذرانې په توګه پېش کوى.</verse>
				<verse number="28">اِمام به په قربان‌ګاه باندې د هغه کس دپاره کفاره ادا کړى، چا چې په غلطۍ سره ګناه کړې وى او هغه به معاف شى.</verse>
				<verse number="29">دا اصُول د هغه هر چا دپاره يو شان دى چې څوک په غلطۍ سره ګناه وکړى، کۀ هغه په حقيقت کښې اِسرائيلے وى يا د هغوئ سره اوسېدونکے د پردى مُلک کس وى.</verse>
				<verse number="30">خو کۀ يو کس قصداً ګناه وکړى، کۀ هغه د خپل مُلک يا د پردى مُلک وى، نو د ګناه په وجه هغۀ د مالِک خُدائ بې‌عزتى کړې ده او هغه به وژلے شى،</verse>
				<verse number="31">ځکه چې هغۀ د مالِک خُدائ د وېنا سپکاوے کړے دے او قصداً يې د هغۀ يو حُکم مات کړے دے. نو هغه د خپل مرګ په خپله ذمه وار دے.</verse>
				<verse number="32">کله چې اِسرائيليان لا په صحرا کښې وُو، نو يو سړے وليدے شو چې د سبت په ورځ يې خشاک راټولولو.</verse>
				<verse number="33">نو هغه موسىٰ، هارون او ټول قوم ته راوستلے شو،</verse>
				<verse number="34">او قېد کړے شو، ځکه چې دا پته نۀ وه چې د هغۀ سره څۀ وکړے شى.</verse>
				<verse number="35">نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هغه سړے دې خامخا ووژلے شى، ټول قوم به هغه د خېمو نه بهر سنګسار کړى.“</verse>
				<verse number="36">نو ټول قوم هغه د خېمو نه بهر بوتلو او سنګسار يې کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="37">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل</verse>
				<verse number="38">چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، د خپلو جامو په ګوټونو باندې مزى راځوړند کړئ او په هر يو مزى باندې يې يو د آسمانى رنګ تار ولګوئ. داسې به تاسو په راتلونکى ټولو وختونو کښې کوئ.</verse>
				<verse number="39">چې هر کله هم تاسو دا مزى ګورئ نو تاسو ته به زما ټول حُکمونه درياديږى او عمل به پرې کوئ، نو تاسو به زما نه نۀ اوړئ او د خپلو سترګو او زړۀ په خواهشونه پسې به نۀ ګرځئ.</verse>
				<verse number="40">هغه مزى به تاسو ته دا دريادوى چې زما ټول حُکمونه منئ او تاسو به په پوره توګه زما يئ.</verse>
				<verse number="41">زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې ستاسو خُدائ پاک يم. زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">د اِضهار زوئ قورح، چې د قُهاتيانو د قبيلې ليوے وو، هغۀ د موسىٰ د مشرۍ خِلاف بغاوت وکړو. د روبين قبيلې نه يې درې سړى رابېل کړل، داتن، ابيرام، چې د اِلياب زامن وُو او اُون چې د پلت زوئ وو او ورسره دوه نيم سوه نور اِسرائيليان هم وُو، دا مشهور مشران چې قوم خوښ کړى وُو.</verse>
				<verse number="2"></verse>
				<verse number="3">هغوئ د موسىٰ او هارون په مخکښې رابېل شول او ورته يې ووئيل، ”تاسو د حد نه تېر شوى يئ. ټول قوم د مالِک خُدائ مقدس خلق دى او مالِک خُدائ زمونږ د ټولو مل دے. نو، موسىٰ، تۀ ولې د مالِک خُدائ د قوم نه ځان اوچت ګڼې؟“</verse>
				<verse number="4">کله چې موسىٰ دا واورېدل، نو هغه د خفګان نه پړمخې پرېوتو.</verse>
				<verse number="5">او قورح او د هغۀ ملګرو ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به سبا سحر مونږ ته وښائى چې څوک د هغۀ دى او څوک مقدس دى. او هغه به صِرف هغه کس خپل ځان ته نزدې پرېږدى چې کوم يې خوښ کړے وى.</verse>
				<verse number="6">سبا سحر تۀ او ستا ملګرى د اور وړلو لوښى واخلئ، بل سکارۀ په کښې واچوئ او په هغې باندې د خوشبويۍ مصالحې واچوئ او قربان‌ګاه ته يې يوسئ. بيا به مونږ وګورو چې زمونږ نه مالِک خُدائ څوک خوښ کړى دى. تاسو ليويان د حد نه تېر شوى يئ.“</verse>
				<verse number="7"></verse>
				<verse number="8">موسىٰ قورح ته وفرمائيل، ”اے ليويانو، واورئ.</verse>
				<verse number="9">تاسو دا وړه خبره ګڼئ چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو د نور قوم نه جدا کړى يئ، چې تاسو هغۀ ته نزدې شئ، د مالِک خُدائ په خېمه کښې خِدمت وکړئ او چې د قوم مدد او خِدمت وکړئ؟</verse>
				<verse number="10">هغۀ تاسو او نورو ليويانو له دا عزت درکړے دے او اوس تاسو دا وايئ چې د هغۀ اِمامان هم شئ.</verse>
				<verse number="11">کله چې تاسو د هارون خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې د مالِک خُدائ خِلاف غورېدل دى او دا ستا او ستا د قبيلې سرکشى ده.“</verse>
				<verse number="12">بيا موسىٰ داتن او ابيرام راوغوښتل، خو هغوئ ووئيل، ”مونږ نۀ درځُو.</verse>
				<verse number="13">دا څۀ وړه خبره ده چې مونږ تا د هغه زرخېز او آباد مُلک نه د دې دپاره راويستلى يُو چې په دې صحرا کښې مو ووژنې؟ تۀ په مونږ باندې روب اچول غواړې څۀ؟</verse>
				<verse number="14">بله دا چې تا هغه مُلک ته هم رانۀ وستلو چې زرخېز او آباد دے او نۀ دې پټى او د انګورو باغونه راکړل چې زمونږ شى. دا خلق ړاندۀ دى څۀ چې نۀ پوهيږى؟ مونږ نۀ درځُو.“</verse>
				<verse number="15">موسىٰ ډېر غصه شو او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل، ”د دوئ نذرانې مۀ قبلوه. ما دوئ يو له هم څۀ تکليف نۀ دے ورکړے، او ما د دوئ نه چرته يو خر هم نۀ دے بوتلے.“</verse>
				<verse number="16">موسىٰ قورح ته وفرمائيل، ”سبا به تۀ او ستا دوه نيم سوه ملګرى خامخا د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته راشئ، او هارون دې هم راشى.</verse>
				<verse number="17">ستاسو هر يو کس به خپل مجمر واخلى، د خوشبويۍ مصالحه به په کښې واچوى او بيا به يې په قربان‌ګاه باندې پېش کړى.“</verse>
				<verse number="18">نو هر يو کس خپل مجمر واخستلو، ژوندى سکارۀ او د خوشبويۍ مصالحه يې په کښې واچوله او د موسىٰ او هارون سره د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېدل.</verse>
				<verse number="19">بيا قورح ټول قوم راغونډ کړو او هغوئ د خېمې د دروازې په خولۀ کښې موسىٰ او هارون ته مخامخ ودرېدل. ناڅاپه د مالِک خُدائ د حضور جلال ټول قوم ته راڅرګند شو،</verse>
				<verse number="20">او مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="21">”تاسو د دې خلقو نه لرې شئ، چې سمدستى يې تباه کړم.“</verse>
				<verse number="22">خو موسىٰ او هارون پړمخې پرېوتل او وې فرمائيل، ”خُدايه پاکه، ټولو خلقو له ژوند تۀ ورکوې. کله چې يو کس ګناه وکړى، نو تۀ ټولو ته په قهر کېږې څۀ؟“</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="24">”خلقو ته ووايه چې د قورح، داتن او ابيرام د خېمو نه لاړ شى.“</verse>
				<verse number="25">بيا موسىٰ داتن او ابيرام له روان شو او د بنى اِسرائيلو مشران هم ورسره شول.</verse>
				<verse number="26">هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”د دې خرابو سړو د خېمو نه لرې اوسئ او چې د هغوئ يو څيز له هم لاس ورنۀ وړئ. ګنې، د هغوئ د ټولو ګناهونو په وجه به تباه شئ.“</verse>
				<verse number="27">نو هغوئ د قورح، داتن او د ابيرام د خېمو نه لاړل. داتن او ابيرام بهر راوتلى وُو او د خپلو خېمو د دروازو په خُلو کښې، د خپلو ښځو سره، د خپلو بچو او د خپلو وړو ماشومانو سره ولاړ وُو.</verse>
				<verse number="28">موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو داسې به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ زۀ د دې دپاره رالېږلے يم چې دا ټول کارونه وکړم او چې ما څۀ هم کړى دى نو هغه مې د ځان نه نۀ دى کړى.</verse>
				<verse number="29">کۀ دا سړى د خُدائ پاک د سزا نه بغېر په خپل مرګ مړۀ شى، نو بيا به مالِک خُدائ زۀ هم نۀ يم رالېږلے.</verse>
				<verse number="30">خو کۀ مالِک خُدائ يو لوئ عجيبه کار وکړى او زمکه وشليږى او هغوئ تېر کړى، چې هغوئ قبر ته ژوندى لاړ شى، نو تاسو ته به پته ولګى چې دې سړو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے.“</verse>
				<verse number="31">هغۀ چې څنګه خبرې ختمې کړې، نو د داتن او ابيرام لاندې زمکه وشلېدله،</verse>
				<verse number="32">هغوئ يې تېر کړل، د هغوئ خاندان، سره د قورح د ټولو ملګرو او چې هغوئ څۀ لرل هغه يې هم تېر کړل.</verse>
				<verse number="33">نو هغوئ قبر ته ژوندى لاندې لاړل، سره د هغه هر څۀ چې هغوئ لرل. زمکه په هغوئ باندې رابنده شوه او هغوئ فنا شول.</verse>
				<verse number="34">هلته چې څومره اِسرائيليان وُو هغوئ چې کله د هغوئ ژړا واورېدله نو هغوئ وتښتېدل. هغوئ چغې وهلې، ”تښتئ. زمکه به مونږ هم تېر کړى.“</verse>
				<verse number="35">بيا مالِک خُدائ يو اور راولېږلو او هغه دوه نيم سوه سړى يې وسوزول کومو چې خوشبوئى پېش کړې وه.</verse>
				<verse number="36">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="37">”د هارون اِمام زوئ اِلى‌عزر ته ووايه چې کوم سړى سوزېدلى دى چې د هغوئ د اور لوښى لرې کړى او هغه سکارۀ دې د اور لوښو نه لږ لرې وولى، ځکه چې د اور لوښى مقدس دى.</verse>
				<verse number="38">کله چې دا لوښى د مالِک خُدائ په قربان‌ګاه باندې پېش کېدل نو مقدس شول. نو د دې سړو د اور لوښى واخله کوم چې د خپلې ګناه په وجه مړۀ شوى دى، وې ټکوه نرى نرى پترى شان ترې نه جوړ کړه او د قربان‌ګاه پټولو دپاره سر ترې نه جوړ کړه. دا به د بنى اِسرائيلو دپاره د خبردارۍ يوه نښه وى.“</verse>
				<verse number="39">نو اِلى‌عزر اِمام د اور لوښى واخستل او د ټکولو دپاره يې ورکړل، د قربان‌ګاه د پټولو د سر دپاره نرى نرى پترى ترې نه جوړ کړے شول.</verse>
				<verse number="40">دا د بنى اِسرائيلو دپاره يو خبردارے وو چې څوک د هارون اولاد نۀ وى نو بل غېر سړے به قربان‌ګاه ته نزدې نۀ راځى د دې دپاره چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. ګنې هغه به د قورح او د هغۀ د سړو په شان تباه شى. دا هر څۀ هم هغه شان وشول چې څنګه مالِک خُدائ اِلى‌عزر له د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="41">خو په ورپسې ورځ ټول قوم موسىٰ او هارون ته وغورېدو او وې وئيل، ”تاسو د مالِک خُدائ خلق وژلى دى.“</verse>
				<verse number="42">د هغې نه پس کله چې هغوئ ټول د موسىٰ او هارون خِلاف راغونډ شوى وُو، چې هغوئ د خېمې طرف ته وکتل نو وې ليدل چې وريځې خېمه پټه کړې وه او د مالِک خُدائ د حضور جلال راڅرګند شوے وو.</verse>
				<verse number="43">موسىٰ او هارون لاړل او د خېمې په مخکښې ودرېدل،</verse>
				<verse number="44">او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="45">”د دې خلقو نه لرې شه او زۀ سمدستى هغوئ تباه کوم.“ خو موسىٰ او هارون پړمخې پرېوتل،</verse>
				<verse number="46">او موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”خپل مجمر واخله، د قربان‌ګاه نه په کښې ژوندى سکارۀ واچوه او په سکارو باندې لږه خوشبوئى واچوه. بيا خلقو له په منډه لاړ شه او د هغوئ دپاره کفاره ادا کړه. زر شه. مالِک خُدائ په قهر دے او تباهى د مخکښې نه شروع شوې ده.“</verse>
				<verse number="47">هارون ته چې څنګه وئيلے شوى وُو هم هغه شان يې وکړل، خپل د اور لوښے يې واخستلو او د راغونډو خلقو مينځ ته يې ورمنډه کړه. کله چې هغۀ وليدل چې تباهى شروع وه، نو هغۀ خوشبوئى په سکارو واچوله او د خلقو دپاره يې کفاره ادا کړه.</verse>
				<verse number="48">هغه د مړو او ژوندو په مينځ کښې ودرېدلو او تباهى بس شوه.</verse>
				<verse number="49">کوم خلق چې مړۀ شول هغوئ په شمېر کښې څوارلس زره او اووۀ سوه کسان وُو، دا د هغې نه علاوه وُو کوم چې د قورح په سرکشۍ کښې مړۀ شوى وُو.</verse>
				<verse number="50">کله چې تباهى بس شوه، نو هارون د خېمې د دروازې په خولۀ کښې موسىٰ ته راواپس شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="2">”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې تا له دولس امساګانې درکړى چې د هرې قبيلې د مشر نه يوه يوه وى. د هر سړى نوم د هغۀ په امسا باندې وليکه</verse>
				<verse number="3">او په يوه امسا باندې د هارون نوم وليکه چې کومه د ليوى قبيلې دپاره وى، د هرې قبيلې د مشر دپاره به يوه يوه امسا وى.</verse>
				<verse number="4">دا امساګانې زما د حضور خېمې ته يوسه او د لوظ صندوق په مخکښې يې کېږده، چرته چې زۀ تا سره مِلاوېږم.</verse>
				<verse number="5">بيا چې ما کوم سړے خوښ کړے وى نو د هغۀ امسا به زرغونه شى او زۀ به ستا خِلاف د بنى اِسرائيلو دا هر وخت غورېدل بند کړم.“</verse>
				<verse number="6">نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل چې داسې وکړئ او د هغوئ هر يو مشر هغۀ له يوه امسا ورکړه، چې د هرې قبيلې دپاره يوه يوه وه، دا ټولې دولس وې او په دې دولسو امساګانو کښې يوه امسا د هارون وه.</verse>
				<verse number="7">بيا موسىٰ هغه ټولې امساګانې په خېمه کښې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې کېښودې.</verse>
				<verse number="8">په ورپسې ورځ، کله چې موسىٰ خېمې ته دننه لاړو، نو هغۀ د هارون امسا وليده چې د ليوى قبيلې دپاره وه، هغه زرغونه شوې وه، دې غوټۍ او ګلونه کړى وُو او پاخۀ بادام يې نيولى وُو.</verse>
				<verse number="9">موسىٰ ټولې امساګانې يوړې او بنى اِسرائيلو ته يې وښودلې، هغوئ ورته وکتل او هر يو مشر خپله امسا واپس واخستله.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د هارون امسا واپس د لوظ صندوق په مخکښې کېږده. باغيانو بنى اِسرائيلو ته به دا د نښې په توګه کېښودلے شى، کۀ د هغوئ غورېدل بند نۀ شى نو هغوئ به مړۀ شى.“</verse>
				<verse number="11">موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="12">بنى اِسرائيلو موسىٰ ته وفرمائيل، ”مونږ برباد يُو، تباه يُو.</verse>
				<verse number="13">چې څوک هم د مالِک خُدائ خېمې ته نزدې ورشى، نو هغه به مړ شى، نو مونږ خو ټول مرګِ حال يُو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”تا ته، ستا زامنو او ليويانو ته به خامخا د خپلو هغه بدو سزا مِلاو شى چې د هغه جرم تعلق زما د حضور خېمې د خِدمت سره وى، خو د اِمامت په خِدمت کښې د څۀ ګناه سزا به صِرف تا او ستا زامنو ته ملاويږى.</verse>
				<verse number="2">د ليوى قبيلې خپل خپلوان هم د ځان سره راوله، چې تا سره په کار کښې مدد وکړى، په هغه وخت کښې چې تۀ او ستا زامن په خېمه کښې خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="3">هغوئ به ستا او د خېمې دپاره خپلې ذمه وارۍ پوره کوى، خو هغوئ دې په مقدس ځائ کښې مقدس سامان او قربان ګاه ته نۀ ور نزدې کيږى. کۀ هغوئ داسې وکړل، نو تۀ او هغوئ به ووژلے شئ.</verse>
				<verse number="4">هغوئ به تا سره کار کوى او په خېمه کښې به د خِدمت خپلې ټولې ذمه وارۍ پوره کوى، خو چې چا ته اجازت نۀ وى نو هغه کس به تا سره خِدمت نۀ شى کولے.</verse>
				<verse number="5">يواځې تۀ او ستا زامن به د مقدس ځائ او د قربان‌ګاه ذمه وارۍ پوره کوئ، نو داسې به زۀ بيا بنى اِسرائيلو ته نۀ په قهر کېږم.</verse>
				<verse number="6">زۀ هغه څوک يم چا چې ستا خپلوان ليويان ستا دپاره د يوې تُحفې په توګه د بنى اِسرائيلو نه خوښ کړى دى. هغوئ ما ته وقف دى، چې هغوئ په خېمه کښې خپلې ذمه وارۍ تر سره کړى.</verse>
				<verse number="7">خو يواځې تۀ او ستا زامن به د اِمامت هغه ذمه وارۍ پوره کوئ کومې چې د قربان‌ګاه او د زيات مقدس ځائ سره تعلق لرى. دا ستاسو ذمه وارۍ دى، ځکه چې ما تاسو له د اِمامت تُحفه درکړې ده. هر څوک چې حقدار نۀ وى او نزدې راشى نو هغه به ووژلے شى.“</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ تا له زما ټولې خاص برخې درکوم چې د نذرانو په توګه دې نۀ شى سوزولے. دا زۀ تا او ستا اولاد له درکوم چې د همېشه دپاره ستاسو په حواله وى.</verse>
				<verse number="9">ډېرې مقدسې نذرانې کومې چې په قربان‌ګاه نۀ سوزولے کيږى، هغه ستاسو دى، د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې، د ګناه د تاوان نذرانې. هر هغه څيز چې ما ته د مقدسې نذرانې په توګه پېش کيږى هغه ستا او ستا د زامنو دى.</verse>
				<verse number="10">تاسو به خامخا دا څيزونه په يو مقدس ځائ کښې خورئ او صِرف نران دا خوړلے شى، دا مقدس وګڼئ.</verse>
				<verse number="11">د دې نه علاوه، اِسرائيليان چې نورې خاص برخې ما ته پېش کوى هغه به ستاسو وى. زۀ دا د راتلونکى ټولو وختونو دپاره تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم. ستا د خاندان هر يو کس چې پاک وى نو هغه دا خوړلے شى.</verse>
				<verse number="12">زۀ د وړومبى پېداوار بِهترينه حِصه تاسو له درکوم کومه چې اِسرائيليان ما ته هر کال پېش کوى لکه د زيتُونو تېل، مے او غله دانه.</verse>
				<verse number="13">دا هر څۀ ستاسو دى. د ستاسو د خاندان هر يو کس چې پاک وى نو هغه يې خوړلے شى.</verse>
				<verse number="14">د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې چې هر څيز ما ته بغېر د څۀ شرط نه وقف شوے وى نو هغه به ستاسو وى.</verse>
				<verse number="15">هر يو وړومبے پېدا شوے ماشوم يا ځناور چې اِسرائيليان يې ما ته پېش کوى هغه به ستاسو وى. خو تاسو به خامخا هر وړومبے پېدا شوے ماشوم واپس اخلئ او هر وړومبے پېدا شوے ځناور به هم واپس اخلئ کوم چې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="16">چې ماشومان د يوې مياشتې شى نو هغوئ به په مقرر شوى قيمت يعنې په پينځو د سپينو زرو سيکو باندې واپس اخستلے شى، دا به د منلے شوى معيار په مطابق وى.</verse>
				<verse number="17">خو د غواګانو، ګډو او چېلو وړومبے پېدا شوے بچے به واپس نۀ شى اخستلے، دا به په پوره توګه زما وى او دا به قربانيږى. وينه يې په قربان‌ګاه باندې وشيندئ او وازګه يې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه وسوزوئ، د دې خوشبو په ما باندې ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="18">د دې غوښه ستاسو ده، لکه د دې سينه او د خاص نذرانې وروستنۍ پښه.</verse>
				<verse number="19">کومې خاص برخې چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى هغه زۀ په راتلونکى ټولو وختونو کښې تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم، دا يو نۀ ماتېدونکے لوظ دے چې ما تا او ستا اولاد سره وکړو.“</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”تا ته به هيڅ جائيداد نۀ ملاويږى چې ستا ميراث شى او د بنى اِسرائيلو د مُلک هيڅ حِصه به تا ته نۀ حواله کيږى. زۀ مالِک خُدائ، ستا دپاره کافى يم.“</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ما ليويانو له هره لسمه حِصه ورکړې ده کومه چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى. دا د هغوئ دپاره زما د حضور د خېمې د خِدمت کولو مزدورى ده.</verse>
				<verse number="22">نور به اِسرائيليان خېمې ته نۀ نزدې کيږى ګنې هغوئ به ځان له په خپله د مرګ سزا ورکوى.</verse>
				<verse number="23">صِرف ليويان به د خېمې خيال ساتى او د دې پوره ذمه وارى به تر سره کوى. دا قانون به د همېشه دپاره ستاسو د اولاد دپاره هم وى. د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې به ليويانو ته هيڅ زمکه نۀ ملاويږى چې خپله يې شى،</verse>
				<verse number="24">ځکه چې ما هغوئ له لسمه حِصه ورکړې ده کومه چې اِسرائيليان ما ته د خاص برخې په توګه پېش کوى. نو دا ځکه ما هغوئ ته وفرمائيل چې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې به د هغوئ جائيداد نۀ وى.“</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="26">چې ليويانو ته ووايه، ”کله چې تاسو د بنى اِسرائيلو نه لسمه حِصه اخلئ کومه چې مالِک خُدائ تاسو له درکوى، نو تاسو به د دې لسمه حِصه مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کوئ.</verse>
				<verse number="27">دا خاص برخه به د هغې نذرانې برابره ګڼلے شى کومه نذرانه چې زميندار د نوى فصل او د انګورو د لنګرۍ نه د نوؤ شرابو نه پېش کوى.</verse>
				<verse number="28">نو تاسو به مالِک خُدائ ته يوه خاص برخه هم پېش کوئ کومه چې تاسو د بنى اِسرائيلو د لسمې حِصې نه اخلئ. دا برخه به تاسو د مالِک خُدائ دپاره هارون اِمام له ورکوئ.</verse>
				<verse number="29">چې څۀ تاسو ته ملاويږى نو د هغې د ټولو نه ښۀ حِصه مالِک خُدائ له ورکوئ.</verse>
				<verse number="30">نو هم داسې ليويانو ته دا اصُول وښايه. کله چې تاسو ښۀ حِصه د نذرانې په توګه پېش کوئ نو دا به تاسو دپاره داسې حساب شى لکه چې تاسو يې د خپل درمند يا د انګورو لنګرۍ نه ورکوئ.</verse>
				<verse number="31">تاسو او ستاسو خاندان هغه پاتې شوې برخه په هر ځائ کښې خوړلے شئ، ځکه چې دا ستاسو د مقدسې خېمې د خِدمت مزدورى ده.</verse>
				<verse number="32">کۀ چرې تاسو د دې ښۀ حِصه مالِک خُدائ ته پېش کړى وى او بيا تاسو دا خورئ نو تاسو ته به سزا نۀ ملاويږى. هغه تحفې او قربانيانې چې قوم يې راوړى لازمى ده چې مقدسې پاتې شى خو کۀ د دې د پېش کولو نه مخکښې تاسو دې نه کومه برخه وخوړه نو وبه وژلے شئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايئ، چې هغوئ تاسو له يوه سره غوا راولى چې لنګتون يې نۀ وى کړے او هيڅ عېب په کښې نۀ وى او يوې ورباندې هيڅکله هم نۀ وى شوې،</verse>
				<verse number="3">او هغوئ به هغه بيا اِلى‌عزر اِمام له ورکړى. هغه به د خېمو نه بهر بوتلے شى او د هغۀ په مخکښې به حلاله کړے شى.</verse>
				<verse number="4">اِلى‌عزر به بيا د هغې څۀ وينه واخلى او د خپلې ګوتې سره به اووۀ ځلې وينه خېمې ته مخامخ وشيندى.</verse>
				<verse number="5">ټوله غوا، سره د څرمنې، غوښې، وينې او کولمو، به د اِمام په مخکښې وسوزولے شى.</verse>
				<verse number="6">بيا به هغه د دِيار لرګے، څۀ وېلنى او يو سور تار راوړى او دا به په اور کښې واچوى چرته چې غوا سوزيږى.</verse>
				<verse number="7">د هغې نه پس، هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، نو بيا هغه خېمو ته دننه راتلے شى، خو تر ماښامه پورې به ناپاک وى.</verse>
				<verse number="8">چا چې غوا سوزولې وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، خو هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="9">بيا هغه سړے کوم چې پاک وى هغه به د غوا ايرې راغونډې کړى او د خېمو نه بهر په يو پاک ځائ کښې به يې کېږدى، هلته به دا ايرې د بنى اِسرائيلو د قوم دپاره ساتلے شى چې د ناپاکۍ د لرې کولو اوبو تيارولو دپاره به استعماليږى. دا رسم به د ګناه د لرې کولو دپاره ادا کيږى.</verse>
				<verse number="10">چا چې ايرې راټولې کړې وى هغه به خامخا خپلې جامې وينځى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى. دا اصُول د راتلونکى ټولو وختونو دپاره دى، دا به د بنى اِسرائيلو او د پردى مُلک د خلقو دپاره وى چې د هغوئ سره اوسيږى.</verse>
				<verse number="11">هر څوک چې د مړى سره ولګى نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="12">هغه به خامخا په درېمه ورځ او په اوومه ورځ خپل ځان د پاکوالى په اوبو باندې پاک کړى، نو هغه به پاک شى. خو کۀ هغه په درېمه ورځ او په اوومه ورځ باندې خپل ځان پاک نۀ کړى، نو هغه به پاک نۀ وى.</verse>
				<verse number="13">هر څوک چې د مړى سره ولګى او خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک وى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى او هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.</verse>
				<verse number="14">کۀ يو سړے په خېمه کښې مړ شى، هر څوک چې د هغۀ د مرګ په وخت په خېمه کښې وى يا ورننوځى نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="15">په خېمه کښې هر لوښے چې سر ورباندې نۀ وى هغه به هم ناپاک وى.</verse>
				<verse number="16">کۀ څوک داسې کس له ګوتې وروړى چې قتل شوے وى يا د کور نه بهر په خپل مرګ مړ وى يا کۀ څوک د بنى آدم هډُوکى يا قبر له ګوتې وروړى، نو هغه به اووۀ ورځې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="17">کومه غوا چې د ګناه د لرې کولو دپاره سوزولے شوې وه د هغې نه لږې ايرې به د ناپاکۍ لرې کولو دپاره واخستلے شى او په يو لوښى کښې به واچولے شى او روانې اوبۀ په کښې واچوئ.</verse>
				<verse number="18">يو پاک سړے به وېلنے واخلى، په اوبو کښې به يې ډُوب کړى او اوبۀ به په خېمه، د هغې په ټول سامان او په هغه خلقو وشيندى چې کوم هلته وى او په هغه سړى باندې به اوبۀ وشيندى کوم چې د بنى آدم هډُوکى، مړى، يا قبر له ګوتې وروړې وى.</verse>
				<verse number="19">پاک سړے به په ناپاک سړى باندې په درېمه او په اوومه ورځ باندې اوبۀ وشيندى. او په اوومه ورځ به هغه ناپاک سړے پاک کړى، د نمرپرېواتو په وخت د خپلو جامو وينځلو او په ځان اوبۀ اچولو نه پس به پاک شى.</verse>
				<verse number="20">هر څوک چې ناپاک شوے وى او خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک پاتې شى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى او نور به د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.</verse>
				<verse number="21">تاسو به دا اصُول په راتلونکى ټولو وختونو کښې منئ. کوم کس چې د پاکوالى اوبۀ شيندى نو هغه به هم خامخا خپلې جامې وينځى، هر څوک چې دې اوبو له ګوتې وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.</verse>
				<verse number="22">يو ناپاک کس چې څۀ څيز له هم ګوتې وروړى نو هغه به ناپاک وى او نور هر څوک چې هغه څيز له ګوتې وروړى نو هغه به هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">په وړومبۍ مياشت کښې د اِسرائيلو ټول قوم د صين صحرا ته راغلو او په قادِس کښې يې خېمې ولګولې. مريم هلته مړه شوه او دفن شوه.</verse>
				<verse number="2">چرته چې هغوئ خېمې لګولې وې هلته اوبۀ نۀ وې، نو خلق په موسىٰ او هارون باندې راغونډ شول</verse>
				<verse number="3">او هغوئ وغورېدل چې، ”دا به ښۀ وے چې مونږ د خپلو بنى اِسرائيلو سره د مالِک خُدائ د خېمې په مخکښې مړۀ شوى وے.</verse>
				<verse number="4">تاسو مونږ دې صحرا ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دلته د خپلو څاروو سره مړۀ شُو؟</verse>
				<verse number="5">تاسو مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو او دې خراب ځائ ته مو راوستلو چې دلته هيڅ هم نۀ کيږى؟ نۀ غله دانه، نۀ اينځر، نۀ انګور او نۀ انار شته. د څښلو اوبۀ هم نشته.“</verse>
				<verse number="6">موسىٰ او هارون د خلقو نه لرې لاړل او د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېدل. هغوئ پړمخې د عبادت دپاره پرېوتل او د مالِک خُدائ د حضور جلال هغوئ ته راڅرګند شو.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="8">”هغه امسا واخله چې کومه د لوظ صندوق مخې ته ده او بيا تۀ او هارون ټول قوم راغونډ کړئ. هلته د هغوئ ټولو په مخکښې هغه ګټ ته ووايه او د هغې نه به اوبۀ راوځى. نو داسې تۀ به د خلقو دپاره د ګټ نه اوبۀ راوباسې او هغوئ او د هغوئ ځناور به يې وڅښى.“</verse>
				<verse number="9">موسىٰ لاړو او امسا يې راواخستله، چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="10">موسىٰ او هارون د ګټ په مخکښې ټول قوم راغونډ کړو او موسىٰ وفرمائيل، ”اے باغيانو واورئ. ولې مونږ ستاسو دپاره د دې ګټ نه اوبۀ راوباسو څۀ؟“</verse>
				<verse number="11">بيا موسىٰ امسا پورته کړه او دوه ځله يې هغه ګټ پرې ووهلو او ډېرې زياتې اوبۀ ترې نه راووتلې او ټولو خلقو او ځناورو وڅښلې.</verse>
				<verse number="12">خو مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”تاسو په ما ايمان نۀ لرلو چې زما مقدس طاقت مو د بنى اِسرائيلو په مخکښې څرګند کړے وے، نو اوس تاسو به هغوئ هغه مُلک ته بونۀ ځئ چې ما يې د ورکولو وعده کړې ده.“</verse>
				<verse number="13">د دې ځائ نوم د مريبه اوبۀ شو، ځکه چې بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف شکايت وکړو او هغۀ ورته هلته وښودل چې هغه مقدس دے.</verse>
				<verse number="14">موسىٰ د قادِس نه ادومى بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل. هغوئ ورته ووئيل، ”دا پېغام ستاسو د خپلوانو، د بنى اِسرائيلو د طرف نه دے. تاسو ته پته ده چې په مونږ کوم تکليفونه تېر شوى دى،</verse>
				<verse number="15">چې زمونږ پلار نيکۀ څنګه مِصر ته لاړل، هلته مونږ ډېر وخت اوسېدلو. مِصريانو زمونږ د پلار نيکۀ او زمونږ سره بد سلوک کولو،</verse>
				<verse number="16">او مونږ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو. او هغۀ زمونږ فرياد واورېدو او يوه فرښته يې راولېږله، چې د مِصر نه يې راوويستلو. اوس مونږ ستاسو د علاقې سره نزدې په يو ښار قادِس کښې يُو.</verse>
				<verse number="17">تاسو مِهربانى وکړئ او مونږ پرېږدئ چې ستاسو د مُلک نه تېر شُو. مونږ او زمونږ څاروى به د لارې نه يو خوا بل خوا نۀ اوړُو، نۀ به ستاسو پټو يا د انګورو باغونو ته ورننوځو او نۀ به ستاسو د کُوهو نه اوبۀ څښو. مونږ به په هغه لويه لاره روان يُو او ستاسو علاقې نه به ووځُو.“</verse>
				<verse number="18">خو ادوميانو ورته ووئيل، ”تاسو د دې ځائ نه نۀ شئ تېرېدلے. کۀ تاسو داسې وکړل، مونږ به راووځُو او په تاسو به حمله وکړُو.“</verse>
				<verse number="19">بنى اِسرائيلو ووئيل، ”مونږ په لويه لاره روان يُو او کۀ مونږ او زمونږ څاروو ستاسو اوبۀ وڅښلې، نو مونږ به د هغې پېسې درکړُو. مونږ صِرف ستاسو په مُلک کښې تېرېدل غواړُو نور هيڅ هم نه.“</verse>
				<verse number="20">خو ادوميانو بيا ووئيل، ”تاسو مۀ تېرېږئ.“ او هغوئ د يو طاقتور لښکر سره په بنى اِسرائيلو باندې حملې دپاره راغلل.</verse>
				<verse number="21">ځکه چې ادوميانو بنى اِسرائيل په خپله علاقه کښې تېرېدو ته نۀ پرېښودل، نو بنى اِسرائيل په بله لار لاړل.</verse>
				<verse number="22">د بنى اِسرائيلو ټول قوم د قادِس نه لاړل او د حُور غرۀ ته ورسېدل،</verse>
				<verse number="23">چې د ادوم په سرحد باندې دے. هلته مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="24">”هارون به هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى د کوم چې ما بنى اِسرائيلو له د ورکولو وعده کړې ده، هغه به مړ شى، ځکه چې په مريبه کښې تاسو زما د حُکم نه بغاوت کړے وو.</verse>
				<verse number="25">هارون او د هغۀ زوئ اِلى‌عزر بره د حُور غرۀ ته بوځه،</verse>
				<verse number="26">او هلته د هارون نه د اِمامانو لِباس وباسه او اِلى‌عزر ته يې ورواچوه. هارون به هلته مړ شى.“</verse>
				<verse number="27">موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. هغوئ د ټول قوم په مخکښې د حُور غرۀ ته وختل،</verse>
				<verse number="28">او موسىٰ د هارون نه د اِمامانو لِباس وويستلو او اِلى‌عزر ته يې ورواغوستلو. هارون هلته د غرۀ په سر باندې مړ شو او موسىٰ او اِلى‌عزر د غرۀ نه راکوز شول.</verse>
				<verse number="29">د اِسرائيلو ټول قوم ته پته ولګېده چې هارون مړ دے او دېرش ورځې هغوئ د هغۀ په غم غمژن وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">کله چې د کنعان په جنوبى حِصه کښې د عراد بادشاه واورېدل چې بنى اِسرائيل د اتهارِم په لاره راروان دى، نو هغۀ ورباندې حمله وکړه او څۀ يې ترې نه ونيول.</verse>
				<verse number="2">بيا بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ سره دا وعده وکړه، ”کۀ تۀ مونږ په دې خلقو بريالى کړې، نو مونږ به د هغوئ ښارونه پوره تباه کړُو او تا ته به وقف شى.“</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ د هغوئ آواز واورېدو او په کنعانيانو يې بريالى کړل. نو بنى اِسرائيلو هغوئ او د هغوئ ښارونه تباه کړل او په هغه ځائ يې حُرمه نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="4">بنى اِسرائيليان د حُور غرۀ نه د بحرِقُلزم په لار روان شول چې د ادوم نه ګېرچاپېره مزل وکړى. خو په لاره کښې خلق ډېر بې‌صبره شول</verse>
				<verse number="5">او د خُدائ پاک او موسىٰ خِلاف يې خبرې شروع کړې. هغوئ ووئيل، ”تاسو مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو د دې دپاره څۀ چې په دې صحرا کښې مړۀ شُو، چرته چې نۀ روټۍ شته او نۀ اوبۀ شته؟ نور مونږ دا بې‌کاره خوراک نۀ شُو برداشت کولے.“</verse>
				<verse number="6">بيا مالِک خُدائ په خلقو باندې زهريله ماران راولېږل او ډېر اِسرائيليان يې وچيچل او مړۀ شول.</verse>
				<verse number="7">خلق موسىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ دا ګناه کړې ده چې د مالِک خُدائ او ستا خِلاف مو خبرې کړې دى. نو مالِک خُدائ ته سوال وکړه چې دا ماران لرې کړى.“ نو موسىٰ د خلقو دپاره دُعا وکړه.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې د يو زهريله مار نمونه جوړه کړه او په يوه ډاګه يې ولګوه، نو هر څوک چې چيچلے شوے وى او هغې ته وګورى نو روغ به شى.</verse>
				<verse number="9">نو موسىٰ د پيتلو نه مار جوړ کړو او په يوه ډاګه باندې يې ولګولو. هر څوک به چې چيچلے شوے وو او هغۀ به د پيتلو مار ته وکتل نو ژوندے به پاتې شو.</verse>
				<verse number="10">اِسرائيليان وړاندې لاړل او په اوبوت کښې يې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="11">چې د هغه ځائ نه لاړل نو د موآبيانو د علاقې نمرخاتۀ طرف ته د عى عباريم په صحرا کښې يې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="12">بيا هغوئ د زرد په وادۍ کښې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="13">هغوئ د هغه ځائ نه بيا لاړل او د ارنون د سيند نه پورىې غاړه يې خېمې ولګولې په هغه صحرا کښې چې د اموريانو د علاقې پورې خوره وه. ارنون د موآبيانو او اموريانو په مينځ کښې د حد پوله وه.</verse>
				<verse number="14">نو دا ځکه د مالِک خُدائ د جنګونو په کِتاب کښې ليکلى دى، ”د سوفه په علاقه کښې د واهيب ښار او هغه واديانې، د ارنون سيند،</verse>
				<verse number="15">د واديانو ژور ځايونه چې د عار ښار پورې خوارۀ دى او چې د موآب د حد پولې ته رسيږى.“</verse>
				<verse number="16">د هغې ځائ نه هغوئ هغه کوهى له لاړل چې د بير په نامه ياديږى، دا هغه کوهے دے چې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خلق راغونډ کړه او زۀ به هغوئ له اوبۀ ورکړم.“</verse>
				<verse number="17">په هغه وخت بنى اِسرائيلو دا سندره ووئيله، ”کُوهو، خپلې اوبۀ راوباسئ، مونږ ورته يوه سندره وايو.</verse>
				<verse number="18">کوهے شهزادګانو کنستلے دے او د خلقو د مشرانو سره د بادشاهۍ د امسا سره او د هغوئ د امساګانو سره.“ هغوئ د صحرا نه متنه ته لاړل،</verse>
				<verse number="19">او د هغې ځائ نه نحلى‌اېل ته او د نحلى‌اېل نه بامات ته لاړل،</verse>
				<verse number="20">او د بامات نه د موآبيانو په علاقه کښې وادۍ ته لاړل، د پِسګه د غرۀ د سر نه لاندې، چې مخ يې صحرا ته دے.</verse>
				<verse number="21">بيا بنى اِسرائيلو د اموريانو بادشاه سيحون ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى،</verse>
				<verse number="22">”مونږ پرېږده چې ستا په مُلک کښې تېر شُو. او مونږ او زمونږ څاروى به د لارې نه نۀ اوړُو او نۀ به ستاسو پټو او د انګورو باغونو ته ځُو او مونږ به ستاسو د کُوهو نه اوبۀ نۀ څښو، په لويه لاره به سيدها روان يُو چې ستاسو علاقې نه ووځُو.“</verse>
				<verse number="23">خو سيحون بنى اِسرائيلو له اجازت نۀ ورکولو چې د هغۀ د علاقې نه تېر شى. هغۀ خپل ټول لښکر راجمع کړو او په صحرا کښې يهض ته ووتل او په بنى اِسرائيلو يې حمله وکړه.</verse>
				<verse number="24">خو بنى اِسرائيلو په جنګ کښې ډېر دشمنان ووژل او د ارنون سيند نه واخله تر يبوق سيند پورې زمکه يې ترې نه ونيوله، خو د يبوق نه وروستو د عمونيانو د علاقې د حد پوله ډېره مضبوطه وه.</verse>
				<verse number="25">نو بنى اِسرائيلو د اموريانو ټول ښارونه چې په هغوئ کښې حسبون او ګېرچاپېره کلى هم شامل وو ونيول او بيا هغوئ هلته اوسېدل.</verse>
				<verse number="26">حسبون د اموريانو د بادشاه سيحون مرکزى ښار وو، سيحون د موآب پخوانى بادشاه خِلاف جنګ کړے وو او د ارنون سيند پورې د هغۀ ټوله زمکه يې نيولې وه.</verse>
				<verse number="27">نو دا ځکه شاعران وائى، ”د سيحون بادشاه ښار ته، حسبون ته راشه، مونږ دا آباد او ودان غواړُو.</verse>
				<verse number="28">يوه ورځ د دې ښار حسبون نه د سيحون لښکر د اور په شان لاړو، هغوئ په موآب کښې د عار ښار وران کړو او د پاسنى ارنون غرونه يې دړې وړې کړل.</verse>
				<verse number="29">د موآب خلقو ستاسو دپاره دا څومره خرابه خبره ده. د کموس عبادت کوونکو تاسو تباهۍ له راوستلے شوى يئ. ستاسو خُدائ خلق مهاجر جوړ کړى دى او ستاسو ښځې د اموريانو د بادشاه قېديانې شوې دى.</verse>
				<verse number="30">خو د هغوئ اولاد تباه شوے دے، د حسبون نه واخله تر ديبون پورې، د نشيم نه واخله تر نفح پورې، چې ميدبا ته نزدې دے.“</verse>
				<verse number="31">نو اِسرائيليان د اموريانو په علاقه کښې دېره شول،</verse>
				<verse number="32">او موسىٰ کسان ولېږل چې په يعزير ښار باندې حمله کولو دپاره ښۀ لاره معلومه کړى. بنى اِسرائيلو دا او ګېرچاپېره ښارونه ونيول او چې کوم اموريان هلته اوسېدل هغه يې وشړل.</verse>
				<verse number="33">بنى اِسرائيل راوګرځېدل او د بسن په لاره لاړل او د بسن بادشاه عوج د خپل لښکر سره راووتلو چې په ادرعى کښې په هغوئ باندې حمله وکړى.</verse>
				<verse number="34">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د هغۀ نه مۀ يرېږه. زۀ به تا په هغۀ باندې، د هغۀ په ټولو خلقو او د هغۀ په مُلک باندې بريالے کړم. د هغۀ سره هم هغه شان کار وکړه لکه څنګه چې دې سيحون سره کړے وو، سيحون چې په حسبون کښې د اموريانو بادشاه وو.“</verse>
				<verse number="35">نو بنى اِسرائيلو عوج، د هغۀ زامن او د هغۀ ټول خلق ووژل، هيڅ څوک يې ژوندى پرې نۀ ښودل او بيا هغوئ د هغۀ مُلک ونيولو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">بنى اِسرائيلو مخکښې سفر کولو او د موآب په مېدانونو کښې يې د اُردن پورې غاړه يريحو ته مخامخ خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="2">کله چې د موآب بادشاه د صفور زوئ بلق خبر شو چې بنى اِسرائيلو په اموريانو باندې څۀ کړى وُو او بنى اِسرائيل څومره بې‌شمېره وُو،</verse>
				<verse number="3">نو په هغۀ او د هغۀ په ټولو خلقو د يرې نه وېښتۀ نېغ ودرېدل.</verse>
				<verse number="4">موآبيانو د ميديانيانو مشرانو ته ووئيل، ”زر به دا لښکر زمونږ ګېرچاپېره هر څۀ تباه کړى، لکه چې يو آزاد غوَيے په ګياه ورګډ شى.“ نو بلق بادشاه</verse>
				<verse number="5">پېغام وړُونکى ولېږل چې د بعور زوئ بلعام راوغواړى، چې هغه د فرات د سيند سره نزدې په پتور کښې وو. هغوئ هغۀ له د بلق نه دا پېغام راوړو، ”زۀ غواړم چې تۀ خبر شې چې د مِصر نه يو لوئ قوم راغلے دے، هغوئ د زمکې مخ پټ کړے دے او وائى چې زمونږ مُلک قبضه کړى.</verse>
				<verse number="6">هغوئ زمونږ نه طاقتور دى، نو زۀ درته مِنت کوم چې زما دپاره په هغوئ لعنت ووايه. نو کېدے شى چې هغوئ له شکست ورکړو او د مُلک نه يې وشړُو. ما ته پته ده چې تاسو د چا دپاره برکت غواړئ نو هغه برکت مومى او چې په چا لعنت ووايئ نو هغه لعنتى شى.“</verse>
				<verse number="7">نو د موآبيانو او ميديانيانو مشرانو د لعنت غوښتلو قيمت واخستلو او بلعام له لاړل او د بلق پېغام يې ورته واورولو.</verse>
				<verse number="8">بلعام هغوئ ته ووئيل، ”تاسو نن شپه دلته تېره کړئ او چې مالِک خُدائ ما ته څۀ هم ووائى نو هغه به سبا زۀ تاسو ته ووايم.“ نو د موآبيانو مشران د بلعام سره ايسار شول.</verse>
				<verse number="9">خُدائ پاک بلعام ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”دا تا سره خلق څوک دى؟“</verse>
				<verse number="10">هغۀ خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”د موآب بادشاه بلق هغوئ ما له رالېږلى دى، هغوئ وائى چې</verse>
				<verse number="11">کوم خلق چې د مِصر نه راغلى دى هغوئ د ټولې زمکې مخ پټ کړے دے. هغه ما ته وائى چې د هغۀ دپاره په هغوئ لعنت ووايم، نو هغه به شکست ورکړى او وبه يې شړى.“</verse>
				<verse number="12">خُدائ پاک بلعام ته وفرمائيل، ”تۀ د هغوئ سره مۀ ځه او بنى اِسرائيلو دپاره لعنت مۀ غواړه، ځکه چې ما هغوئ له برکت ورکړے دے.“</verse>
				<verse number="13">په ورپسې سحر بلعام د بلق پېغام وړونکو له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”واپس خپل مُلک ته لاړ شئ، مالِک خُدائ زۀ تاسو سره تلو نه منع کړے يم.“</verse>
				<verse number="14">نو د موآب مشران واپس بلق له لاړل او هغۀ ته يې ووئيل چې بلعام د هغوئ سره د راتلو نه اِنکار وکړو.</verse>
				<verse number="15">نو بلق نور مشران ورولېږل، چې هغوئ د مخکښېنو نه زيات او ډېر عزتمند وُو.</verse>
				<verse number="16">هغوئ بلعام له ورغلل او د بلق دا پېغام يې ورته واورولو، ”زۀ ستا مِنت کوم چې تۀ به خامخا ما له راځې.</verse>
				<verse number="17">زۀ به تا له لوئ اِنعام درکړم او چې تۀ څۀ هم وائې نو زۀ به يې کوم. خو لږ راشه او په دې خلقو زما د خاطره لعنت ووايه.“</verse>
				<verse number="18">خو بلعام جواب ورکړو، ”کۀ بلق د خپل محل ټول سپين زر او سرۀ زر هم ما له راکړى، نو زۀ به د خپل مالِک خُدائ د يوې وړې نه وړې خبرې نافرمانى هم ونۀ کړم.</verse>
				<verse number="19">خو نن تاسو مونږ سره شپه وکړئ، نو زۀ به پته ولګوم چې مالِک خُدائ ما ته نور څۀ فرمائيل غواړى او کۀ نه.“</verse>
				<verse number="20">په هغه شپه خُدائ پاک بلعام ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ چرې دا سړى تا له راغلل او درته يې ووئيل چې مونږ سره لاړ شه، نو بيا ځان تيار کړه او ورسره لاړ شه، خو هغه څۀ کوه چې څۀ درته زۀ وايم.“</verse>
				<verse number="21">نو په بل سحر بلعام خپله خره کته کړه او د موآبيانو د مشرانو سره لاړو.</verse>
				<verse number="22">خُدائ پاک د بلعام په تلو غصه وو. بلعام په خپله خره سور وو او ور سره دوه خِدمتګاران روان وُو، نو د مالِک خُدائ فرښته ورته په لاره کښې ودرېدله چې هغه ودروى.</verse>
				<verse number="23">کله چې خرې د مالِک خُدائ فرښته وليده چې په لاره کښې ولاړه وه او په لاس کښې يې تُوره نيولې وه، نو خرې لاره پرېښودله او پټو ته لاړه. بلعام خره ووهله او واپس يې لارې ته راوستله.</verse>
				<verse number="24">بيا د مالِک خُدائ فرښته ورته هلته ودرېدله چرته چې د دوو انګورو باغونو په مينځ کښې لار تنګه وه او دواړو طرفونو ته يې د کاڼو دېوال وو.</verse>
				<verse number="25">کله چې خرې د مالِک خُدائ فرښته وليده، نو خره دېوال ته ښۀ ورنزدې شوه او د بلعام پښه يې د دېوال سره راښکله. بلعام بيا خره ووهله.</verse>
				<verse number="26">د مالِک خُدائ فرښته يو ځل بيا مخکښې لاړه، په داسې يو تنګ ځائ کښې ودرېدله چرته چې لاره دومره تنګه وه چې د اخوا ديخوا کېدو ځائ نۀ وو.</verse>
				<verse number="27">دا ځل، چې کله خرې فرښته وليده، نو هغه څملاسته. بلعام غصه شو او د امسا سره د خرې په وهلو يې شروع وکړه.</verse>
				<verse number="28">بيا مالِک خُدائ خرې له د خبرو کولو طاقت ورکړو او خرې بلعام ته ووئيل، ”ما تا سره څۀ بد کړى دى؟ تا زۀ دا درې ځلې ولې ووهلم؟“</verse>
				<verse number="29">بلعام ورته ووئيل، ”ځکه چې تا زما نه کم عقل جوړ کړے دے. کۀ زما سره تُوره وے، نو ما به تۀ وژلې وې.“</verse>
				<verse number="30">خرې ورته ووئيل، ”ولې زۀ څۀ هغه خره نۀ يم چې په کومه باندې تا ټول عُمر سورلى کړې ده؟ مخکښې ما کله تا سره داسې کار کړے دے؟“ نو هغۀ ورته ووئيل، ”نه.“</verse>
				<verse number="31">بيا مالِک خُدائ بلعام ته فرښته څرګنده کړه چې هلته د خپلې تُورې سره ولاړه وه، او بلعام ټيټ شو او سر يې په زمکه ولګولو.</verse>
				<verse number="32">د مالِک خُدائ فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”تا دا درې ځلې خپله خره ولې ووهله؟ زۀ ستا د ودرولو دپاره راغلې يم، ځکه چې تۀ څۀ کوې هغه زما خِلاف دى.</verse>
				<verse number="33">خو ستا خرې زۀ وليدم او زما نه درې ځلې واوړېدله. کۀ هغه ګرځېدلے نۀ وے، نو ما به تۀ وژلے وے او هغه خره به مې ژوندۍ پرېښې وه.“</verse>
				<verse number="34">بلعام د مالِک خُدائ فرښتې ته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. ما ته پته نۀ وه چې تۀ زما د ايسارولو دپاره په لاره کښې ولاړه يې، خو کۀ ستا خوښه نۀ وى نو زۀ به نۀ ځم او واپس به خپل کور ته لاړ شم.“</verse>
				<verse number="35">خو فرښتې ورته وفرمائيل، ”د دې سړو سره لاړ شه، خو صِرف هغه څۀ وايه څۀ چې زۀ درته وايم.“ نو بلعام د بلق د مشرانو سره لاړو.</verse>
				<verse number="36">کله چې بلق خبر شو چې بلعام راروان دے، نو هغه ورَغلو چې په عار کښې ورسره مِلاو شى، دا ښار د ارنون د سيند سره د موآب په سرحد باندې وو.</verse>
				<verse number="37">بلق هغۀ ته ووئيل، ”ما چې په وړومبى ځل تۀ راوغوښتلې نو ولې رانۀ غلې؟ ستا خيال دا وو څۀ چې زۀ تا له اِنعام نۀ شم درکولے؟“</verse>
				<verse number="38">بلعام ورته وفرمائيل، ”ولې زۀ تا له رانۀ غلم؟ زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو د هغې اختيار نۀ لرم. زۀ به صِرف هغه وايم چې څۀ خُدائ پاک ما ته فرمائى.“</verse>
				<verse number="39">نو بلعام د بلق سره قِريَت‌حُصات ته لاړو،</verse>
				<verse number="40">چرته چې بلق څاروى او ګډې حلال کړل او څۀ غوښه يې بلعام او هغه مشرانو له ورکړه چې د هغۀ سره وُو.</verse>
				<verse number="41">په ورپسې سحر بلق بلعام بره باموت‌بعل ته بوتلو او هلته نه ورته څۀ اِسرائيليان ښکاره شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته زما دپاره اووۀ قربان‌ګاه جوړې کړه او ما له اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان راوله.“</verse>
				<verse number="2">بلق هم هغه شان وکړل چې څنګه بلعام وئيلى وُو، هغۀ او بلعام يو غوَيے او يو ګډ په هره يو قربان‌ګاه باندې پېش کړل.</verse>
				<verse number="3">بيا بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ايسار شه نو زۀ ځم چې وګورم چې مالِک خُدائ ما ته راڅرګنديږى او کۀ نه. چې هغه ما ته څۀ هم ووائى نو زۀ به تا ته ووايم.“ نو هغه يو خوشى غر ته لاړو،</verse>
				<verse number="4">او خُدائ پاک هغۀ ته راڅرګند شو. بلعام ورته وفرمائيل، ”ما اووۀ قربان‌ګاه جوړې کړې دى او يو غوَيے او يو ګډ مې په هره يوه باندې پېش کړل.“</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ بلعام ته د وئيلو دپاره خبرې وښودلې او واپس يې بلق له ولېږلو چې هغۀ ته د هغۀ پېغام ورسوى.</verse>
				<verse number="6">نو هغه واپس لاړو او وې ليدل چې بلق د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ولاړ وو او د موآب ټول مشران ورسره وُو.</verse>
				<verse number="7">بلعام دا پېغام ورکړو، ”د موآب بادشاه بلق زۀ راوستلے يم د آرام نه، د نمرخاتۀ غرونو نه. هغۀ ووئيل چې، راشه او زما دپاره ووايه. په بنى اِسرائيلو باندې لعنت ووايه.</verse>
				<verse number="8">زۀ پرې څنګه لعنت وايم چې هغوئ خُدائ پاک نۀ وى لعنتى کړى، چې مالِک خُدائ په څۀ اِلزام نۀ وى لګولے نو زۀ پرې څنګه اِلزام ولګوم؟</verse>
				<verse number="9">د لوړو کاڼو نه زۀ هغوئ ګورم، د غرونو نه زۀ هغوئ وينم. هغوئ هغه خلق دى چې يواځې ژوند تېروى، هغوئ ته پته ده چې دوئ د نورو قومونو نه بختور دى.</verse>
				<verse number="10">د يعقوب اولاد د شګو په شان دے، څوک داسې شته چې شګې وشمېرى؟ پرېږده چې زۀ مړ شم د خُدائ پاک د خلقو په شان، پرېږده چې د صادقانو په شان په آرام مړ شم.“</verse>
				<verse number="11">بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”دا تا څۀ وکړل؟ ما تۀ د دې دپاره راوستلے يې چې زما په دشمنانو لعنت ووائې، خو تا د هغوئ دپاره صِرف برکت غوښتلے دے.“</verse>
				<verse number="12">هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ به صِرف هغه څۀ وايم څۀ چې مالِک خُدائ ما ته وائى.“</verse>
				<verse number="13">بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”ما سره يو بل ځائ ته لاړ شه چې د هغه ځائ نه صرف لږ شان اِسرائيليان ښکارى. او د هغه ځائ نه تۀ په هغوئ لعنت ووايه.“</verse>
				<verse number="14">بلق، بلعام د پِسګه د غرۀ په سر د ضُوفيم پټى ته بوتلو. هغۀ هلته هم اووۀ قربان‌ګاه جوړې کړې او يو غوَيے او يو ګډ يې په هره يوه باندې پېش کړو.</verse>
				<verse number="15">بلعام بلق ته ووئيل، ”د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ودرېږه او هلته به خُدائ پاک ما ته راڅرګند شى.“</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ بلعام ته راڅرګند شو، ورته يې فرمائيل چې دا خبرې به کوې او واپس يې بلق ته ولېږلو چې هغۀ ته دا پېغام ورسوى.</verse>
				<verse number="17">نو هغه واپس لاړو او وې ليدل چې بلق د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ولاړ وو او د موآب مشران هم ورسره وُو. بلق ترې نه تپوس وکړو چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى،</verse>
				<verse number="18">او بلعام دا پېغام ورکړو، ”د صفور زويه بلقه پاڅه، او چې زۀ درته څۀ وايم هغه واوره.</verse>
				<verse number="19">خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.</verse>
				<verse number="20">ګوره، ما ته حُکم مِلاو شو چې د هغوئ دپاره برکت وغواړم، او چې کله خُدائ پاک برکت ورکړى، نو زۀ برکت واپس نۀ شم اخستلے.</verse>
				<verse number="21">زۀ د بنى اِسرائيلو په راتلونکى وخت پوهېږم په هغوئ به څۀ بدبختى يا مصيبت نۀ راځى. مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک د هغوئ مل دے، هغوئ اِعلان کوى چې هغه يې بادشاه دے.</verse>
				<verse number="22">خُدائ پاک هغوئ د مِصر نه راويستلى دى، هغوئ د يو ځنګلى غوَيى په شان طاقت لرى.</verse>
				<verse number="23">نۀ داسې جادو شته او نۀ داسې کوډې شته، چې د بنى اِسرائيلو په قوم باندې وشى. خلق به اوس د بنى اِسرائيلو په حقله ووائى، ګورئ، خُدائ پاک د هغوئ دپاره څۀ کړى دى.</verse>
				<verse number="24">د بنى اِسرائيلو قوم د يو تکړه ازمرى په شان دے، چې د شلولو او خرابولو نه مخکښې په آرام نۀ کښېنى، چې ترڅو يې د ښکار کړے شوى څيز وينه نۀ وى څښلې.“</verse>
				<verse number="25">بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”تا په بنى اِسرائيلو باندې د لعنت وئيلو نه اِنکار کړے دے، خو ګوره چې برکت هم ورله ونۀ غواړې.“</verse>
				<verse number="26">بلعام جواب ورکړو، ”ما تا ته نۀ دى وئيلى څۀ چې زۀ به هم هغه شان کوم څۀ چې مالِک خُدائ ما ته فرمائيلى دى؟“</verse>
				<verse number="27">بلق ووئيل، ”ما سره لاړ شه او زۀ به تا يو بل ځائ ته بوځم. کېدے شى چې د خُدائ پاک خوښه وى چې په هغوئ باندې زما دپاره د هغه ځائ نه لعنت ووائې.“</verse>
				<verse number="28">نو هغۀ بلعام د فعور غرۀ سر ته بوتلو چې صحرا ته مخامخ دے.</verse>
				<verse number="29">بلعام هغۀ ته ووئيل، ”دلته زما دپاره اووۀ قربان‌ګاه جوړې کړه او اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان ما له راوله.“</verse>
				<verse number="30">بلق هم هغه شان وکړل چې څنګه يې وئيلى وُو او يو غوَيے او يو ګډ يې په هره يوه قربان‌ګاه باندې پېش کړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">نو بلعام ته دا پته ولګېده چې د مالِک خُدائ رضا دا وه چې بنى اِسرائيلو له برکت ورکړى، نو هغه فال کتلو له لا نۀ ړو، لکه چې مخکښې تلے وو. هغه د صحرا په طرف روان شو</verse>
				<verse number="2">او اِسرائيليان يې وليدل چې قبيله په قبيله يې خېمې لګولې وې. نو د خُدائ پاک روح په هغۀ باندې راغلو،</verse>
				<verse number="3">او هغۀ دا پېغام ورکړو، ”د بلعام د بعور د زوئ دا دے پېغام، او د دې سړى خبرې رښتونى دى،</verse>
				<verse number="4">د خُدائ پاک خبرې څوک اورى. په غړېدلو سترګو راباندې جذبه غالبه شوه د قادر خُدائ د طرف نه ما يوه رويا يعنې په وېښه خوب وليدو.</verse>
				<verse number="5">د بنى اِسرائيلو خېمې ښائسته دى،</verse>
				<verse number="6">د کجورو اوږدو قطارونو په شان يا د سيند د غاړې د باغونو په شان، د مالِک خُدائ کَرلى عُود په شان يا د اوبو په غاړه د دِيار په شان.</verse>
				<verse number="7">دا به په اوبو مَړې شى او د هغوئ اولاد به لکه د زياتو اوبو په شان وى. د هغوئ بادشاه به د اجاج نه لوئ وى، او د هغۀ بادشاهى به اوچته وى.</verse>
				<verse number="8">خُدائ پاک هغوئ د مِصر نه راوويستل، په هغوئ کښې د ځنګلى غوَيى په شان طاقت شته، هغوئ خپل دشمنان تباه کوى، د هغوئ هډُوکى ماتوى او په غشو باندې يې وولى.</verse>
				<verse number="9">دا قوم د طاقتور ازمرى په شان دے، کله چې هغه ملاست وى، هيڅ څوک دا زړۀ نۀ شى کولے چې پايې‌څوى. څوک چې بنى اِسرائيلو دپاره برکت وغواړى نو هغوئ به په خپله برکتى شى، او څوک چې ورباندې لعنت ووائى نو هغوئ به په خپله لعنتى شى.“</verse>
				<verse number="10">بلق د غصې نه غاښونه وچيچل او بلعام ته يې ووئيل، ”ما تۀ د دې دپاره راغوښتلے يې چې زما په دشمنانو باندې لعنت ووائې، خو ګوره، د لعنت په ځائ تا د هغوئ دپاره درې ځلې برکت غوښتلے دے.</verse>
				<verse number="11">نو ورک شه او خپل کور ته لاړ شه. زما خيال دا وو چې اِنعام به درکړم، خو مالِک خُدائ دا اِنعام ستا په قسمت کښې نۀ دے ليکلے.“</verse>
				<verse number="12">بلعام ورته په جواب کښې ووئيل، ”کوم پېغام وړُونکى چې تا ما ته رالېږلى وُو ما هغوئ ته ووئيل چې</verse>
				<verse number="13">کۀ تۀ ما له ستا په محل کښې ټول سرۀ زر او سپين زر هم راکړې، نو زۀ د ځان نه څۀ ښۀ يا بد نۀ شم کولے، څۀ چې ما ته مالِک خُدائ فرمائى نو زۀ به صِرف هغه کوم، زۀ د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى نۀ شم کولے.“</verse>
				<verse number="14">بلعام بلق ته ووئيل، ”اوس زۀ واپس خپلو خلقو له ځم، خو د تلو نه مخکښې زۀ تا له خبر درکوم چې په راتلونکى وخت کښې به اِسرائيليان ستا د خلقو سره څۀ کوى.“</verse>
				<verse number="15">بيا هغۀ دا پېغام ورکړو، ”د بلعام د بعور د زوئ دا دے پېغام، او د دې سړى خبرې رښتونى دى،</verse>
				<verse number="16">څوک چې د خُدائ پاک خبرې اورى او هغه حِکمت اخلى چې د خُدائ تعالىٰ نه راځى. په غړېدلو سترګو راباندې جذبه غالبه شوه د قادر خُدائ د طرف نه ما يوه رويا وليده.</verse>
				<verse number="17">زۀ راتلونکے وخت وينم، زۀ د بنى اِسرائيلو قوم وينم. د روښانه ستورى په شان، په دې قوم کښې به يو بادشاه پېدا شى. دا ستورے به د بنى اِسرائيلو نه راشى. هغه به د موآب مشران هلاک کړى او هغه به د شيث ټول اولاد تباه کړى.</verse>
				<verse number="18">هغه به په ادوم کښې په خپلو دشمنانو بريالے شى او د هغوئ مُلک به قبضه کړى، او اِسرائيليان به مسلسل بريالى کيږى.</verse>
				<verse number="19">اِسرائيليان به هغوئ د پښو لاندې کړى او په ښار کښې چې څوک ژوندى پاتې وى نو هغه به تباه کړى.“</verse>
				<verse number="20">بيا بلعام په خپله رويا کښې عماليقيان وليدل او دا پېغام يې ورکړو، ”عماليقيان د ټولو نه زيات تکړه قوم دے، خو په آخر کښې به د همېشه دپاره ورک شى.“</verse>
				<verse number="21">هغۀ په خپل خيال کښې قينيان وليدل او دا پېغام يې ورکړو، ”ستاسو د اوسېدو ځائ ډېر پوخ دے، داسې پوخ لکه چې د يو کور بنياد چې په کاڼو اېښودے شوے وى،</verse>
				<verse number="22">خو تاسو قينيان به تباه شئ کله چې اسوريان تاسو قېديان بوځى.“</verse>
				<verse number="23">بلعام دا پېغام ورکړو، ”هغه څوک بچ کولے شى چې خُدائ پاک يې تباه کوى؟</verse>
				<verse number="24">سمندرى جهازُونه به د قبرص نه راشى، هغوئ به اسور او عِبر فتح کړى، خو په آخر کښې به قبرص هم تباه شى.“</verse>
				<verse number="25">بيا بلعام روان شو او واپس کور ته لاړو او بلق هم په خپله مخه لاړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">کله چې اِسرائيليان د کيکرو په وادۍ کښې دېره وُو، نو د موآبيانو ښځو سره يې زنا شروع کړه.</verse>
				<verse number="2">ښځو هغوئ ته ووئيل چې د هغوئ معبودانو ته قربانۍ وکړى، نو خلقو هغه قربانۍ وخوړلې او د هغوئ د معبود عبادت يې وکړو</verse>
				<verse number="3">چې د فعور بعل وو. نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو.</verse>
				<verse number="4">او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول مشران بوځه او د خلقو په وړاندې يې پهانسى کړه، نو بيا به زما سخته غصه د بنى اِسرائيلو نه سړه شى.“</verse>
				<verse number="5">موسىٰ د بنى اِسرائيلو قاضيانو ته وفرمائيل، ”ستاسو هر يو کس به د خپلې قبيلې نه هر هغه سړے وژنئ څوک چې د فعور د بعل عبادت کوونکے جوړ شوے وى.“</verse>
				<verse number="6">بيا يو اِسرائيلى يوه ميديانې ښځه د موسىٰ او د ټول قوم په مخکښې خپلې خېمې ته دننه بوتله، په هغه وخت کله چې هغوئ د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې ماتم کولو.</verse>
				<verse number="7">نو چې فينحاس، د اِلى‌عزر زوئ او د هارون نمسى دا وليدل، هغه د قبيلې نه پاڅېدو او لاړو. هغۀ نېزه راواخستله،</verse>
				<verse number="8">او په هغه سړى او ښځې پسې خېمې ته ورننوتلو او نېزه يې د هغه سړى او ښځې د خېټې نه بل خوا وويستله. نو داسې هغه وبا بس شوه کومې چې اِسرائيليان تباه کول،</verse>
				<verse number="9">خو وبا څليريشت زره کسان وژلى وُو.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="11">”فينحاس زوئ د اِلى‌عزر چې د هارون اِمام زوئ دے هغۀ زما غصه د بنى اِسرائيلو دپاره ختمه کړه چې هغوئ کښې هغۀ غېرت وکړو، نو ما د خپل غېرت په وجه بنى اِسرائيل هلاک نۀ کړل.</verse>
				<verse number="12">نو ورته ووايه چې زۀ د هغۀ سره د امن لوظ کوم چې د راتلونکى ټولو وختونو دپاره به وى.</verse>
				<verse number="13">هغه او د هغۀ اولاد به د همېشه دپاره اِمامان مقررولے شى، ځکه چې هغۀ په ما باندې غېرت وکړو او د بنى اِسرائيلو د ګناه کفاره يې ادا کړه.“</verse>
				<verse number="14">کوم سړے چې د ميديانې ښځې سره وژلے شوے وو د هغۀ نوم زِمرى وو، هغه د سلو زوئ وو، چې د شمعون په قبيلې کښې د يو خاندان مشر وو.</verse>
				<verse number="15">د هغه ښځې نوم کزبى وو. د هغې پلار صور، د ميديانې قبيلو د يوې قبيلې مشر وو.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="17">”په ميديانيانو حمله وکړه او هغوئ تباه کړه،</verse>
				<verse number="18">د هغه بد عمل په وجه، چې په فعور کښې يې په دوکه په تاسو باندې عبادت وکړو او د کزبى په وجه، چې هغه د وبا په وخت په فعور کښې وژلے شوې وه.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">د وبا نه پس مالِک خُدائ موسىٰ او د هارون زوئ اِلى‌عزر ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="2">”د بنى اِسرائيلو د ټول قوم د کورَنو په مطابق مردم‌شمارى وکړئ، د هغو ټولو سړو چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى او چې جنګ کولے شى.“</verse>
				<verse number="3">موسىٰ او اِلى‌عزر هم هغه شان وکړل او د دې عُمر ټول سړى يې راوغوښتل. هغوئ د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې راغونډ شول. دا هغه اِسرائيليان وُو چې د مِصر مُلک نه وتلى وُو،</verse>
				<verse number="4"></verse>
				<verse number="5">د يعقوب د مشر زوئ روبين په قبيله کښې دا قبيلې وې، حنوک، فلو،</verse>
				<verse number="6">حصرون او کرمى.</verse>
				<verse number="7">دوئ په شمېر کښې درې څلوېښت زره اووۀ سوه او دېرش سړى وُو.</verse>
				<verse number="8">د فلو په اولاد کښې اِلياب</verse>
				<verse number="9">او د هغۀ زامن نمواېل، داتن، ابيرام وُو. دا هغه داتن او ابيرام وُو کوم چې قوم خوښ کړى وُو. هغوئ د موسىٰ او هارون مخالفت وکړو او د قورح په قبيله کښې شامل شول، کله چې هغوئ د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت وکړو.</verse>
				<verse number="10">نو زمکه وچاودله او هغوئ يې تېر کړل او کله چې اور دوه نيم سوه سړى تباه کول نو هغوئ هم د قورح او د هغۀ د ملګرو سره مړۀ شول، دا د خلقو دپاره د خبردارۍ يوه نښه شوه.</verse>
				<verse number="11">خو د قورح اولاد نۀ وو وژلے شوے.</verse>
				<verse number="12">د شمعون په قبيله کښې دا قبيلې وې، نمواېل، يمين، يکين،</verse>
				<verse number="13">زارح او ساؤل.</verse>
				<verse number="14">دا قبيلې په شمېر کښې دوويشت زره او دوه سوه سړى وُو.</verse>
				<verse number="15">د جاد په قبيله کښې دا قبيلې وې، صفونى، حجى، سونى،</verse>
				<verse number="16">ازنى، عيرى،</verse>
				<verse number="17">ارودى او اريلى.</verse>
				<verse number="18">دا قبيلې په شمېر کښې څلوېښت زره او پينځۀ سوه سړى وُو.</verse>
				<verse number="19">د يهوداه په قبيله کښې دا قبيلې وې، سيله، فارص، زارح، حصرون او حمول. د يهوداه دوه زامن عير او اونان، د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو.</verse>
				<verse number="20"></verse>
				<verse number="21"></verse>
				<verse number="22">دا قبيلې په شمېر کښې شپږ اويا زره او پينځۀ سوه سړى وُو.</verse>
				<verse number="23">د يساکار په قبيله کښې دا قبيلې وې، تولع، فُوه،</verse>
				<verse number="24">يسوب او سِمرون.</verse>
				<verse number="25">دا قبيلې په شمېر کښې څلور شپېتۀ زره او درې سوه سړى وُو.</verse>
				<verse number="26">د زبولون په قبيله کښې دا قبيلې وې، سرد، ايلون او يحلى‌اېل.</verse>
				<verse number="27">دا قبيلې په شمېر کښې شپېتۀ زره او پينځۀ سوه سړى وُو.</verse>
				<verse number="28">د يوسف قبيلې، د هغۀ دوه زامن منسى او اِفرائيم وُو.</verse>
				<verse number="29">دا د منسى د قبيلې اولاد دے، د منسى زوئ مکير د جِلعاد قبيلې پلار نيکۀ جوړ شو،</verse>
				<verse number="30">دا د جِلعاد قبيلې دى، د يعزر قبيله، د حالق قبيله،</verse>
				<verse number="31">اسرى‌اېل، شِکم،</verse>
				<verse number="32">سميدع او حِفر.</verse>
				<verse number="33">د حِفر د زوئ صِلافحاد زامن نۀ وُو، صِرف لوڼه يې وې، د هغوئ نومونه دا دى، محلاه، نوعاه، حجلاه، مِلکاه او تِرضاه.</verse>
				<verse number="34">دا قبيلې په شمېر کښې دوه پنځوس زره او اووۀ سوه سړى وُو.</verse>
				<verse number="35">د اِفرائيم په قبيله کښې دا قبيلې وې، سوتلح، بکر او تحن.</verse>
				<verse number="36">د عيران قوم د سوتلح اولاد وو.</verse>
				<verse number="37">د اِفرائيم د قبيلې د قبيلو په شمېر کښې دوه دېرش زره او پينځۀ سوه سړى وُو. دا قبيلې د يوسف اولاد دے.</verse>
				<verse number="38">دا د بنيامين قبيلې، قبيلې دى، بالع، اشبيل، اخيرام،</verse>
				<verse number="39">سفوفام او حُوفام.</verse>
				<verse number="40">د ارد او نعمان قبيلې د بالع اولاد دے.</verse>
				<verse number="41">دا قبيلې په شمېر کښې پينځۀ څلوېښت زره او شپږ سوه سړى وُو.</verse>
				<verse number="42">د سوحام قبيله کوم چې په شمېر کښې څلور شپېتۀ زره او څلور سوه سړى وُو دا دان د نسل نه وُو.</verse>
				<verse number="43"></verse>
				<verse number="44">د آشر په قبيله کښې دا قبيلې وې، يمنه، اِسوى او بريعاه.</verse>
				<verse number="45">د حِبر او مُلکى‌اېل قبيلې د بريعاه اولاد وو.</verse>
				<verse number="46">د آشر يوه لور وه چې نوم يې سِره وو.</verse>
				<verse number="47">په دې قبيلو کښې د سړو شمېر درې پنځوس زره او څلور سوه وو.</verse>
				<verse number="48">د نفتالى په قبيله کښې دا قبيلې وې، يحزى‌ايل، جونى،</verse>
				<verse number="49">يصر او سليم.</verse>
				<verse number="50">په دې قبيلو کښې د سړو شمېر پينځۀ څلوېښت زره او څلور سوه وو.</verse>
				<verse number="51">ټول اِسرائيليان په شمېر کښې شپږ لاکه يو زر اووۀ سوه او دېرش سړى وُو.</verse>
				<verse number="52">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="53">”د ميراث په توګه هغه زمکه په قبيلو باندې د سړو د شمېر په مطابق تقسيم کړئ.</verse>
				<verse number="54">پچه ورباندې واچوئ او هغه زمکه تقسيم کړئ، غټې قبيلې ته زيات ميراث ورکړئ او وړې قبيلې ته لږه زمکه ورکړئ.“</verse>
				<verse number="55"></verse>
				<verse number="56"></verse>
				<verse number="57">د ليوى اصلى قبيلې دا دى، د جيرسون قبيله، قُهات او مرارى.</verse>
				<verse number="58">د هغوئ په اولاد کښې دا وړې قبيلې هم شاملى دى، لِبنى، حبرون، محلى، موشى او قورح. قُهات د عُمرام پلار وو،</verse>
				<verse number="59">هغۀ د ليوى لور يوکبد وادۀ کړې وه، چې هغه په مِصر کښې پېدا شوې وه. د هغې نه د عُمرام دوه زامن، هارون او موسىٰ او يوه لور مريم پېدا شوه.</verse>
				<verse number="60">د هارون دا څلور زامن وُو، ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر.</verse>
				<verse number="61">ندب او ابيهُو په هغه وخت ووژلے شول کله چې هغوئ مالِک خُدائ ته هغه اور پېش کولو کوم چې خُدائ پاک ته قبول نۀ وو.</verse>
				<verse number="62">د نرانو ليويانو شمېر درويشت زره وو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو. هغوئ د نورو بنى اِسرائيلو نه جدا وشمېرلے شول، ځکه چې هغوئ ته د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې جائيداد نۀ مِلاوېدو.</verse>
				<verse number="63">دا ټولې قبيلې موسىٰ او اِلى‌عزر په هغه وخت وشمېرلې چې د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې يې د بنى اِسرائيلو مردم‌شمارى وکړه.</verse>
				<verse number="64">په دې سړو کښې يو کس هم نۀ وُو چې د سينا په بيابان کښې موسىٰ او هارون په وړومبۍ مردم‌شمارۍ کښې شمېرلى وُو.</verse>
				<verse number="65">مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې هغوئ ټول به په صحرا کښې مړۀ شى، نو د يفُنه د زوئ کالب او د نون زوئ يشوَع نه بغېر ټول مړۀ شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">محلاه، نوعاه، حجلاه، مِلکاه او تِرضاه د صِلافحاد لوڼه وې چې هغه زوئ د حِفر، زوئ د جِلعاد، زوئ د مکير، زوئ د منسى، زوئ د يوسف وو.</verse>
				<verse number="2">هغوئ لاړې او د موسىٰ، د اِلى‌عزر اِمام، د مشرانو او د ټول قوم په مخکښې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې په خولۀ کښې ودرېدلې او وې وئيل،</verse>
				<verse number="3">”زمونږ پلار په صحرا کښې مړ شو، د هغۀ زامن نشته، خو هغه د قورح د قبيلې نه نۀ وو، چا چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے وو، هغه د خپلې ګناه په وجه مړ شوے وو.</verse>
				<verse number="4">چې د هغۀ زامن نشته، نو د هغۀ نوم دې ولې د بنى اِسرائيلو نه ختم شى؟ مونږ له هم لکه زمونږ د پلار د خپلوانو په شان جائيداد راکړئ.“</verse>
				<verse number="5">نو موسىٰ د هغوئ مسئله مالِک خُدائ ته پېش کړه،</verse>
				<verse number="6">او مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="7">”د صِلافحاد لوڼه ټيک وائى، هغوئ له د هغوئ د پلار د خپلوانو په شان جائيداد ورکړه. او د خپل پلار جائيداد دې هغوئ ته مِلاو شى.</verse>
				<verse number="8">او تۀ خامخا بنى اِسرائيلو ته ووايه چې د کوم سړى زوئ نۀ وى او مړ شى، نو د هغۀ لور ته به جائيداد په ميراث کښې ملاويږى.</verse>
				<verse number="9">کۀ د هغۀ لوڼه نۀ وى، نو ميراث به يې د وروڼو وى.</verse>
				<verse number="10">کۀ د هغۀ وروڼه نۀ وى، نو ترونه به يې ميراث اخلى.</verse>
				<verse number="11">کۀ د هغۀ وروڼه يا ترونه هم نۀ وى، نو بيا به د هغۀ نزدې خپلوان د هغۀ ميراث اخلى او دا به د هغوئ د خپل جائيداد په شان وى. اِسرائيليان به دا د قانون په توګه منى، څنګه چې ما، مالِک خُدائ تاسو له حُکم درکړے دے.“</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د عباريم غرونو ته وخېژه او هغه مُلک ته وګوره کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.</verse>
				<verse number="13">کله چې تۀ هغه وګورې، نو د هارون په شان به تۀ هم مړ شې،</verse>
				<verse number="14">ځکه چې تاسو دواړو د صين په صحرا کښې زما د حُکم نه بغاوت کړے وو. کله چې ټول قوم زما خِلاف په مريبه کښې وغورېدو، د هغوئ په مخکښې تاسو زما مقدس طاقت څرګند نۀ کړو.“ مريبه په قادِس کښې د صين په صحرا کښې يوه چينه ده.</verse>
				<verse number="15">موسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو،</verse>
				<verse number="16">”مالِکه خُدايه، تۀ خُدائ پاک يې، هر څيز له ساه ورکوونکے يې، زۀ دا سوال کوم چې يو داسې سړے مقرر کړه چې د دې قوم لار ښودنه کوى</verse>
				<verse number="17">او په جنګ کښې يې مشرى کوى، نو ستا قوم به د داسې ګډو په شان نۀ وى چې شپون يې نۀ وى.“</verse>
				<verse number="18">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د نون زوئ يشوَع بوځه ځکه چې هغه قابل سړے دے او خپل لاسونه د هغۀ په سر کېږده چې ستا ذمه وارۍ ورته حواله شى.</verse>
				<verse number="19">هغه د اِلى‌عزر اِمام په مخکښې ودروه او د ټول قوم په مخکښې هغۀ له مشرى ورکړه.</verse>
				<verse number="20">تۀ هغۀ له څۀ خپل اختيارات هم ورکړه، چې ټول اِسرائيليان د هغۀ تابعدارى کوى.</verse>
				<verse number="21">د فېصلې کولو دپاره به هغه د اِلى‌عزر اِمام نه مشوره اخلى او اِلى‌عزر به اُوريم او تميم زما رضا معلومولو دپاره استعمالوى. نو اِلى‌عزر به د يشوَع او د بنى اِسرائيلو د ټول قوم په هر څيز کښې لار ښودنه کوى.“</verse>
				<verse number="22">موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته حُکم کړے وو. هغۀ يشوَع، د اِلى‌عزر اِمام او د ټول قوم په مخکښې ودرولو.</verse>
				<verse number="23">چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو، موسىٰ خپل لاسونه د يشوَع په سر کېښودل او خپله مشرى يې ورکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="28">
				<verse number="1">مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو،</verse>
				<verse number="2">”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې خُدائ پاک ته په مقررو وختونو باندې په اور تيارېدونکې نذرانې پېش کوى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="3">دا په اور تيارېدونکې نذرانې دى چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې دپاره، دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.</verse>
				<verse number="4">وړومبے ګډُورے په سحر کښې پېش کوئ او دوېم په ماښام کښې،</verse>
				<verse number="5">هر يو به د يو کلو اوړو د غلې نذرانې سره پېش کيږى، چې يو ليټر د زيتُونو ښۀ تېل ورسره ګډ وى.</verse>
				<verse number="6">دا د هرې ورځې نذرانه ده چې پوره سوزولے شى، کومه چې مخکښې د سينا په غرۀ باندې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه پېش شوې وه، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="7">د څښلو نذرانې په توګه د وړومبى ګډُورى سره، يو ليټر مے به په قربان‌ګاه باندې تويَولے شى.</verse>
				<verse number="8">په ماښام کښې هغه دوېم ګډُورے پېش کړئ، چې څنګه په سحر کښې پېش شوے وو. دا به د دې د څښلو نذرانې سره پېش کيږى. دا هم يوه په اور تيارېدونکې نذرانه ده، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="9">د سبت په ورځ دوه يو کلن ګډُورى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، د غلې نذرانې په توګه دوه کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى او د څښلو نذرانه پېش کړئ.</verse>
				<verse number="10">دا د هر سبت ورځې سوزېدونکې نذرانه د هرې ورځې د سوزېدونکې او د څښلو نذرانې نه علاوه ده.</verse>
				<verse number="11">د هرې مياشتې په شروع کښې مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ، دوه سخى، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په هر يو کښې هيڅ عېب نۀ وى.</verse>
				<verse number="12">د غلې نذرانې په توګه، اوړۀ پېش کړئ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، د هر يو سخى سره درې کلو اوړۀ، دوه کلو د ګډ سره،</verse>
				<verse number="13">او يو کلو د هر يو ګډُورى سره. دا سوزېدونکې نذرانې په اور تيارېدونکې نذرانې دى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="14">د څښلو صحيح نذرانه د هر يو سخى سره دوه ليټره مے دى، يو نيم ليټر به د ګډ سره وى او يو ليټر به د هر يو ګډُورى سره وى. دا اصُول د سوزېدونکې نذرانې دپاره د ټول کال د هرې مياشتې د وړومبۍ ورځې دپاره دى.</verse>
				<verse number="15">او يو چېلے د ګناه د نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړئ، دا به د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د څښلو د نذرانې نه به علاوه وى.</verse>
				<verse number="16">د وړومبۍ مياشتې په څوارلسمه ورځ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر کولے شى.</verse>
				<verse number="17">د دې مياشتې په پينځلسمه ورځ به اختر شروع کيږى چې اووۀ ورځې به وى، چې په دې دوران کښې به صِرف پتيره روټۍ خوړلے شى.</verse>
				<verse number="18">د اختر په وړومبۍ ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او هيڅ کار به نۀ کوئ.</verse>
				<verse number="19">په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ يعنې دوه سخى، يو ګډ او اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په دې کښې هم څۀ عېب نۀ وى.</verse>
				<verse number="20">د غلې صحيح نذرانه پېش کوئ چې په هغه اوړو کښې د زيتُونو تېل ګډ وى، درې کلو د هر يو سخى سره، دوه کلو د ګډ سره،</verse>
				<verse number="21">او يو کلو د هر يو ګډُورى سره.</verse>
				<verse number="22">د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ، چې د خلقو کفاره ادا شى.</verse>
				<verse number="23">دا ټولې نذرانې د هر سحر د سوزېدونکې نذرانې نه علاوه پېش کوئ.</verse>
				<verse number="24">هم دغه شان، اووۀ ورځې مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې پېش کوئ، دا خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى. دا د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې او د څښلو نذرانې نه علاوه پېش کوئ.</verse>
				<verse number="25">په اوومه ورځ د عبادت دپاره رايوځائ کېږئ او کار مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="26">د لَو کولو اختر په وړومبۍ ورځ، کله چې تاسو د نوې غلې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوئ، نو تاسو به د عبادت دپاره راجمع کېږئ او هيڅ کار به نۀ کوئ.</verse>
				<verse number="27">يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ چې د هغې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى يعنې دوه سخى، يو ګډ او اووۀ يو کلن ګډُورى، چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.</verse>
				<verse number="28">د غلې صحيح نذرانه پېش کوئ چې په اوړو کښې يې د زيتُونو تېل ګډ وى يعنې درې کلو د هر يو سخى سره، دوه کلو د ګډ سره،</verse>
				<verse number="29">او يو کلو د هر يو ګډُورى سره.</verse>
				<verse number="30">د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ، چې ستاسو د خلقو کفاره ادا شى.</verse>
				<verse number="31">د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د غلې د نذرانې نه علاوه به تاسو دا نذرانې او د څښلو نذرانه پېش کوئ. او ياد ساتئ چې دا ځناور بې‌عېبه وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="29">
				<verse number="1">د اوومې مياشتې په وړومبۍ ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او په دې ورځ به هيڅ کار نۀ کيږى. په هغه ورځ به بيګل وغږيږى.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ ته يو سوزېدونکې نذرانه پېش کړئ، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.</verse>
				<verse number="3">د اوړو صحيح نذرانه پېش کوئ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى يعنې درې کلو د سخى سره او دوه کلو د ګډ سره،</verse>
				<verse number="4">او يو کلو د هر يو ګډُورى سره.</verse>
				<verse number="5">د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ نو په دې سره د خپل ځان کفاره ادا کوئ.</verse>
				<verse number="6">او دا نذرانې د مياشتې د وړومبۍ ورځې او د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې نه علاوه پېش کوئ، او د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانه ورسره د دې د غلې نذرانه او د څښلو نذرانه. په اور تيارېدونکې د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="7">د اوومې مياشتې په لسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ، هيڅ څيز به نۀ خورئ او نۀ به څۀ کار کوئ.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.</verse>
				<verse number="9">د غلې دانې صحيح نذرانه پېش کوئ چې په اوړو کښې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، درې کلو اوړۀ د سخى سره، دوه کلو د ګډ سره،</verse>
				<verse number="10">او يو کلو د هر يو ګډُورى سره.</verse>
				<verse number="11">د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ، د هغې نه علاوه کوم چېلے چې د کفارې دپاره پېش شوے وى او د هرې ورځې نذرانه د هغې د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې سره.</verse>
				<verse number="12">د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ. د مالِک خُدائ په درناوى کښې اووۀ ورځې دا اختر کوئ او هيڅ کار مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="13">په وړومبۍ ورځ په اور تيارېدونکې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، ديارلس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.</verse>
				<verse number="14">د غلې صحيح نذرانه پېش کوئ چې په اوړو کښې ورسره د زيتُونو تېل ګډ وى، درې کلو اوړۀ د هر يو سخى سره، دوه کلو د هر يو ګډ سره،</verse>
				<verse number="15">او يو کلو د هر يو ګډُورى سره.</verse>
				<verse number="16">د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې نه علاوه د ګناه نذرانې په توګه يو چېلے هم پېش کوئ.</verse>
				<verse number="17">په دوېمه ورځ دولس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.</verse>
				<verse number="18">د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى.</verse>
				<verse number="19"></verse>
				<verse number="20">په درېمه ورځ يوولس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.</verse>
				<verse number="21">د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى.</verse>
				<verse number="22"></verse>
				<verse number="23">په څلورمه ورځ لس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.</verse>
				<verse number="24">د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى.</verse>
				<verse number="25"></verse>
				<verse number="26">په پينځمه ورځ نهۀ سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.</verse>
				<verse number="27">د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى.</verse>
				<verse number="28"></verse>
				<verse number="29">په شپږمه ورځ اتۀ سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى پېش کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.</verse>
				<verse number="30">د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى.</verse>
				<verse number="31"></verse>
				<verse number="32">په اوومه ورځ اووۀ سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى قربانى کړئ، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.</verse>
				<verse number="33">د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى.</verse>
				<verse number="34"></verse>
				<verse number="35">په اتمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ او هيڅ کار مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="36">په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه يوه سوزېدونکې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.</verse>
				<verse number="37">د دې سره هغه نورې ټولې نذرانې پېش کوئ چې کومې د وړومبۍ ورځې دپاره وى.</verse>
				<verse number="38"></verse>
				<verse number="39">دا اصُول د سوزېدونکې نذرانې، د غلې دانې نذرانې، د څښلو نذرانې او د سلامتۍ نذرانې دپاره دى چې تاسو يې مالِک خُدائ ته په خپلو مقررو اخترونو کښې پېش کوئ. دا د هغه نذرانو نه علاوه دى چې تاسو يې د يوې منښتې د پوره کېدو د نذرانو يا د رضاکارانه نذرانو په توګه ورکوئ.“</verse>
				<verse number="40">نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ هغۀ ته د څۀ حُکم کړے وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="30">
				<verse number="1">موسىٰ د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو ته دا اصُول وښودل.</verse>
				<verse number="2">کله چې يو سړے مالِک خُدائ ته د منښتې په توګه څۀ څيز ومنى يا سخت قسم وخورى، نو هغه به خپله وعده نۀ ماتوى او خامخا به يې پوره کوى.</verse>
				<verse number="3">کله چې يوه جينۍ د پلار په کور کښې اوسيږى او منښته ومنى چې يو څيز به مالِک خُدائ له ورکوى يا د څۀ څيز نه د ځان ساتلو وعده وکړى،</verse>
				<verse number="4">هغه به خامخا هغه هر څۀ کوى چې هغې کومه منښته منلې وى يا يې وعده کړې وى خو کۀ د هغې پلار ترې نه خبر شى او څۀ اِعتراض وکړى نو بيا به يې نۀ پوره کوى.</verse>
				<verse number="5">خو چې کله يې پلار خبر شى او کۀ ورته ووائى چې دا وعده مۀ پوره کوه، نو د هغې دپاره ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى، ځکه چې پلار يې د دې د پوره کولو نه منع کړه.</verse>
				<verse number="6">کۀ يوه ناوادۀ شوې ښځه يوه منښته ومنى، قصداً يا په بې‌خيالۍ کښې، يا وعده وکړى چې د څۀ څيز نه به ځان ساتى او بيا وادۀ شى،</verse>
				<verse number="7">نو هغې چې کومه منښته منلې وى يا يې وعده کړې وى نو هغه به خامخا پوره کوى خو کۀ د هغې خاوند ترې نه خبر شى او څۀ اِعتراض وکړى نو هغه به نۀ پوره کوى.</verse>
				<verse number="8">خو کۀ خاوند يې خبر شى او د هغه وعدې پوره کولو نه يې منع کړى، نو د هغې دپاره دا ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى.</verse>
				<verse number="9">يوه کونډه يا طلاقه ښځه به خامخا خپل قسم پوره کوى.</verse>
				<verse number="10">کۀ يوه وادۀ شوې ښځه يوه منښته ومنى،</verse>
				<verse number="11">نو هغه به خامخا هغه هر څۀ کوى چې هغې منښته منلې وى. کۀ خاوند يې خبر شى او څۀ اِعتراض وکړى نو بيا به يې نۀ پوره کوى.</verse>
				<verse number="12">خو کۀ خاوند يې خبر شى او هغه د وعدې پوره کولو نه منع کړى، نو ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى، ځکه چې د هغې خاوند د دې قسم د پوره کولو نه منع کړې ده.</verse>
				<verse number="13">د هغې خاوند دا حق لرى چې هغې له د دې لوظُونو پوره کولو اجازت ورکړى يا ورنۀ کړى.</verse>
				<verse number="14">خو کۀ، د ورځې د تېرېدو نه پس، هغه د دې قسم نه خبر شى او څۀ اِعتراض ونۀ کړى، نو هغه دې خامخا هغه هر څۀ وکړى چې د څۀ يې قسم يا وعده کړې وى. ځکه چې په کومه ورځ هغه خبر شو نو څۀ اِعتراض يې ونۀ کړو نو قسم دې خامخا پوره کړى.</verse>
				<verse number="15">خو کۀ وروستو يې خاوند د خپلې خبرې نه واوړېدو، نو د دې قسم ماتولو سزا به د هغې خاوند ته مِلاو شى.</verse>
				<verse number="16">دا هغه اصُول دى کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ ته وښودل کوم چې د هغه قسمونو د خوړلو په حقله دى چې يوه پېغله چې د خپل پلار په کور کښې اوسيږى يا يې يوه وادۀ شوې ښځه وخورى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="31">
				<verse number="1">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”د بنى اِسرائيلو سره چې ميديانيانو څۀ کړى وُو د هغې بدل ترې نه واخله. کله چې تۀ دا وکړې نو مړ به شې.“</verse>
				<verse number="3">نو موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”د جنګ دپاره تيار شئ، چې تاسو په ميديانيانو حمله وکړئ او د هغوئ نه د مالِک خُدائ بدله واخلئ.</verse>
				<verse number="4">د بنى اِسرائيلو د هرې قبيلې نه زر کسان د جنګ دپاره ولېږئ.“</verse>
				<verse number="5">نو د هرې قبيلې نه زر زر سړى خوښ کړے شول، دولس زره سړو د جنګ دپاره ملا وتړله.</verse>
				<verse number="6">موسىٰ هغوئ د اِلى‌عزر اِمام زوئ فينحاس د مشرۍ لاندې جنګ له ولېږل، هغۀ د مقدسو سامانونو او د بيګلو ذمه وارى واخستله چې د اِشارو دپاره غږولے شول.</verse>
				<verse number="7">هغوئ په ميديانيانو باندې حمله وکړه، هم هغه شان چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو او ټول سړى يې ووژل،</verse>
				<verse number="8">سره د پينځو ميديانيانو بادشاهانو چې دا وُو، يعنې ايوى، رِقم، صور، حُور او رِبع. هغوئ د بعور زوئ بلعام هم ووژلو.</verse>
				<verse number="9">بنى اِسرائيلو د ميديانيانو ښځې او ماشومان ونيول، د هغوئ څاروى او رَمې يې بوتلې، ټول مال يې ورله لوټ کړو،</verse>
				<verse number="10">او د هغوئ ټول ښارونه او خېمې يې وسوزولې.</verse>
				<verse number="11">هغوئ ترې نه هغه ټول مالِ غنيمت يوړو چې کوم يې نيولے وو، په دې کښې قېديان او ځناور هم وُو،</verse>
				<verse number="12">او موسىٰ، اِلى‌عزر او د بنى اِسرائيلو ټول قوم له يې راوړل، چې هغوئ د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې وُو.</verse>
				<verse number="13">موسىٰ، اِلى‌عزر او د قوم ټول مشران لاړل چې د کېمپ نه بهر د لښکر سره مِلاو شى.</verse>
				<verse number="14">موسىٰ هغه آفسرانو ته سخت غصه وو، چې د سلګونو او زرګونو مشران وُو او د جنګ نه راواپس شوى وُو.</verse>
				<verse number="15">موسىٰ د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو دا ټولې ښځې ولې ژوندۍ پرېښودلې دى؟</verse>
				<verse number="16">ياد ساتئ چې زناناؤ د بلعام په نصيحت عمل وکړو او په فعور کښې يې خلق د مالِک خُدائ نافرمانه کړل، او د دوئ په وجه د مالِک خُدائ په خلقو وبا راغله.</verse>
				<verse number="17">نو اوس ټول هلکان ووژنئ او ورسره هغه ښځې هم ووژنئ چې پېغلې نۀ وى،</verse>
				<verse number="18">خو د ځان دپاره هغه ټولې جينکۍ او ښځې ژوندۍ پرېږدئ چې نا وادۀ کړى وى.</verse>
				<verse number="19">نو ستاسو هر يو کس چې څوک يې وژلے وى يا د يو مړى سره لګېدلے وى نو هغه به اووۀ ورځې د خېمو نه بهر ايساريږى. په درېمه او په اوومه ورځ به خپل ځانونه او هغه ښځې پاکې کړئ چې کومې مو نيولې دى.</verse>
				<verse number="20">تاسو به خپلې ټولې کپړې او څرمنې، د چېلو ټولې وړۍ او د لرګى نه جوړ شوے هر څيز پاک کړئ.“</verse>
				<verse number="21">اِلى‌عزر اِمام هغه سړو ته وفرمائيل کوم چې د جنګ نه راواپس شوى وُو، ”دا هغه اصُول دى چې مالِک خُدائ يې موسىٰ ته حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="22">کوم څيز چې نۀ سوزيږى، لکه سرۀ زر، سپين زر، زېړ، اوسپنه، قلائى، يا سيکه، نو د پاکوالى دپاره به د اور نه تېرولے شى. نور ټول څيزونه به د پاکوالى د اوبو په ذريعه پاکولے شى.</verse>
				<verse number="23"></verse>
				<verse number="24">په اوومه ورځ به تاسو خامخا خپلې جامې وينځئ، بيا به تاسو پاک شئ او خېمو ته به ننوتلے شئ.“</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="26">”تۀ او اِلى‌عزر د قوم د نورو مشرانو سره، هغه ټول څيزونه وشمېرئ چې کوم نيولے شوى دى، سره د قېديانو او ځناورو.</verse>
				<verse number="27">څۀ څيز چې نيولے شوے وى هغه په دوه برابرو حِصو کښې تقسيم کړئ، يوه حِصه به د هغو کسانو دپاره وى چې جنګ له تلى وى او يوه حِصه به د نور قوم وى.</verse>
				<verse number="28">د هغه کسانو د حِصې نه چې جنګ له تلى وى، د هر پينځۀ سوو قېديانو، څاروو، خرو، ګډو او د چېلو نه په هر پينځۀ سوو کښې يو د مالِک خُدائ دپاره جدا کړئ.</verse>
				<verse number="29">دا اِلى‌عزر اِمام له د مالِک خُدائ دپاره د خاص نذرانې په توګه ورکړئ.</verse>
				<verse number="30">کومه حِصه چې نورو خلقو له ورکړے شوى وى د هغې نه، د هر پنځوسو قېديانو، څاروو، خرو، ګډو او د چېلو نه د هر پنځوسو نه يو جدا کړئ. دا هغه ليويانو له ورکړئ چې د مالِک خُدائ د خېمې د خيال ساتلو ذمه وار دى.“</verse>
				<verse number="31">موسىٰ او اِلى‌عزر هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="32">دا هغه څۀ دى چې جنګ له تلو کسانو قبضه کړى وُو، د دې نه علاوه يې څۀ د خپلو ځانونو دپاره هم پرېښى وُو، شپږ لاکه او پينځۀ اويا زره ګډې او چېلۍ، دوه اويا زره څاروى، يو شپېتۀ زره خرۀ او دوه دېرش زره پېغلې چې نا وادۀ شوې وى.</verse>
				<verse number="33"></verse>
				<verse number="34"></verse>
				<verse number="35"></verse>
				<verse number="36">کوم کسان چې جنګ له تلى وُو د هغوئ نيمه حِصه درې لاکه اووۀ دېرش زره او پينځۀ سوه ګډې او چېلۍ وې، د دې نه د مالِک خُدائ په برخه کښې شپږ سوه او پينځۀ اويا وُو، شپږ دېرش زره څاروى د هغه کسانو دپاره چې جنګ له تلى وُو چې د دې نه د مالِک خُدائ په برخه کښې دوه اويا وُو، دېرش زره او پينځۀ سوه خرۀ د جنګ والا کسانو دپاره وُو، د دې نه د مالِک خُدائ په برخه کښې يو شپېتۀ وُو، او شپاړس زره پېغلې د هغه کسانو دپاره وې چې جنګ له تلى وُو، چې د دې نه د مالِک خُدائ په برخه کښې دوه دېرش وې.</verse>
				<verse number="37"></verse>
				<verse number="38"></verse>
				<verse number="39"></verse>
				<verse number="40"></verse>
				<verse number="41">نو موسىٰ اِلى‌عزر له دا برخه د مالِک خُدائ دپاره د خاص برخې په توګه ورکړه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="42">د قوم حِصه هم هغه هومره وه چې څومره د هغه کسانو وه چې جنګ له تلى وُو، درې لاکه اووۀ دېرش زره او پينځۀ سوه ګډې او چېلۍ، شپږ دېرش زره څاروى، دېرش زره او پينځۀ سوه خرۀ او شپاړس زره پېغلې.</verse>
				<verse number="43"></verse>
				<verse number="44"></verse>
				<verse number="45"></verse>
				<verse number="46"></verse>
				<verse number="47">د دې حِصې نه موسىٰ د هر يو پنځوسو قېديانو او ځناورو نه يو يو واخستلو او چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو هم هغه شان يې دا ليويانو له ورکړل چې هغوئ د مالِک خُدائ د خېمې د خيال ساتلو ذمه وار وُو.</verse>
				<verse number="48">بيا هغه آفسران موسىٰ له لاړل کومو چې د لښکر مشرى کړې وه</verse>
				<verse number="49">او موسىٰ ته يې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ د جنګ والا کسان وشمېرل کوم چې زمونږ د مشرۍ لاندې وُو او يو سړے هم په کښې کم نۀ دے.</verse>
				<verse number="50">نو مونږ د سرو زرو کالى، بنګړى، کَړې، ګوتمې، والۍ او هارونه راوړُو چې مونږ هر يو کس اخستى دى. او مونږ يې مالِک خُدائ ته د خپل ژوند په کفاره کښې پېش کړُو، چې هغه مو بچ کړى.“</verse>
				<verse number="51">موسىٰ او اِلى‌عزر ترې نه هغه ټول سرۀ زر او کالى واخستل.</verse>
				<verse number="52">د آفسرانو پېش کړے شوې برخه تقريباً دوه سوه کلو وه.</verse>
				<verse number="53">چې کوم کسان آفسران نۀ وُو هغوئ هغه لوټ شوے مال د ځان دپاره کېښودو.</verse>
				<verse number="54">نو موسىٰ او اِلى‌عزر اِمام هغه سرۀ زر خېمې ته يوړل، چې د بنى اِسرائيلو د يادګيرنې دپاره د مالِک خُدائ په حضور کښې پراتۀ وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="32">
				<verse number="1">د روبين او جاد قبيلې سره ډېر څاروى وُو. کله چې هغوئ وليدل چې د يعزير او جِلعاد زمکه د څاروو دپاره ښۀ وه،</verse>
				<verse number="2">نو هغوئ موسىٰ، اِلى‌عزر او د قوم نورو مشرانو له لاړل او ورته يې ووئيل،</verse>
				<verse number="3">”مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو په کوم مُلک نيولو کښې مدد کړے وو په هغې کښې دا ښارونه وُو، عطاروت، ديبون، يعزير، نمراه، حسبون، اِلى‌عالى، سبام، نبو او بعون. دا زمکه د څاروو دپاره ښۀ ده او مونږ سره ډېر څاروى دى.</verse>
				<verse number="4"></verse>
				<verse number="5">کۀ ستاسو خوښه وى نو مونږ له دا زمکه راکړئ چې زمونږ ميراث شى، ځکه چې مونږ ستاسو خِدمتګاران يُو او مونږ مۀ مجبوروئ چې لاړ شُو او د اُردن سيند نه پورې غاړه اوسيږو.“</verse>
				<verse number="6">موسىٰ ورته وفرمائيل، ”ستاسو وروڼه اِسرائيليان جنګ له روان دى او تاسو دلته ايسارېږئ څۀ؟</verse>
				<verse number="7">تاسو د بنى اِسرائيلو زړونه ولې راماتوئ چې د اُردن سيند نه پورې وځى او هغه مُلک ته ننوځى چې کوم مالِک خُدائ ورکړے دے؟</verse>
				<verse number="8">دغه شان ستاسو پلار نيکۀ هم کړى وُو کله چې ما هغوئ د قادِس برنيع نه ولېږل چې هغه مُلک وګورى.</verse>
				<verse number="9">هغوئ د اسکال وادۍ پورې لاړل او هغه مُلک يې وليدو، خو چې کله هغوئ راواپس شول، نو هغوئ د بنى اِسرائيلو اراده بدله کړه چې هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے وو.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ په هغه ورځ په قهر وو او يو لوظ يې وکړو،</verse>
				<verse number="11">”دوئ زما په لاره روان نۀ دى، نو زۀ قسم کوم چې کوم خلق د مِصر نه راوتلى دى هغه يو سړے به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى چې د کوم مُلک لوظ ما د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب سره کړے وو.</verse>
				<verse number="12">خو صرف د يفُنه زوئ کالب قنزى او د نون زوئ يشوَع د زړۀ د اخلاصه په مالِک خُدائ پسې روان وُو.“</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر وو او څلوېښت کاله يې په بيابان کښې سرګردانه کړى وُو تر دې پورې چې هغه ټول نسل مړ شو چا چې مالِک خُدائ نارضا کړے وو.</verse>
				<verse number="14">او اوس تاسو د خپل پلار نيکۀ په ځائ يو نوې بد‌کاره نسل راغلى يئ چې د مالِک خُدائ سخت قهر په بنى اِسرائيلو باندې بيا راولئ.</verse>
				<verse number="15">د روبين او جاد خلقو کۀ تاسو د هغۀ د لارې نه واوړئ، نو هغه به يو ځل بيا دا ټول خلق په بيابان کښې پرېږدى او تاسو به د هغوئ د تباهۍ ذمه وار يئ.“</verse>
				<verse number="16">هغوئ موسىٰ ته نزدې ورغلل او ورته يې ووئيل، ”اول، مونږ له اجازت راکړه چې دلته د خپلو ګډو دپاره شپول جوړ کړُو او د خپلو ښځو او ماشومانو دپاره ښارونه جوړ کړُو.</verse>
				<verse number="17">بيا به مونږ دې ته تيار يُو چې د خپلو بنى اِسرائيلو سره جنګ له لاړ شُو او حمله وکړُو تر دې پورې چې هغه مُلک ته يې بوځُو چې کوم به د هغوئ وى. نو په هغه دوران کښې به زمونږ ښځې او ماشومان په هغه پَخو ښارونو کښې اوسيږى، دا ښارونه به د هغه مُلک د خلقو نه د حِفاظت دپاره وى.</verse>
				<verse number="18">مونږ به تر هغه وخت پورې خپلو کورونو ته نۀ راواپس کيږُو چې نورو ټولو بنى اِسرائيلو ته هغه مُلک په ميراث کښې حواله شوے نۀ وى.</verse>
				<verse number="19">مونږ به د اُردن هغه غاړې نه د هغوئ هيڅ جائيداد هم نۀ اخلو، ځکه چې مونږ ته خپله حِصه دلته د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مِلاو شوې ده.“</verse>
				<verse number="20">موسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تاسو هم دغه شان کوئ چې څنګه وايئ، نو دلته د مالِک خُدائ په حضور کښې د جنګ دپاره تلو ته تيار شئ.</verse>
				<verse number="21">ستاسو د جنګ ټول سړى به د اُردن نه پورې وځى او د مالِک خُدائ د حُکم لاندې به زمونږ په دشمن حمله وکړى ترڅو چې مالِک خُدائ هغوئ له شکست ورکړى</verse>
				<verse number="22">او هغه مُلک ونيسى. بيا تاسو راواپس کېدے شئ، ځکه چې تاسو به د مالِک خُدائ او د خپلو بنى اِسرائيلو سره ذمه وارى پوره کړې وى. نو بيا د مالِک خُدائ په نظر کښې دا مُلک ستاسو دے.</verse>
				<verse number="23">خو کۀ تاسو خپله وعده پوره نۀ کړه، نو زۀ تاسو خبروم چې تاسو به د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړئ. چې دا غلطى ونۀ کړئ، ګنې تاسو ته به د خپلو بدو سزا مِلاو شى.</verse>
				<verse number="24">خپل ښارونه جوړ کړئ او د خپلو ګډو دپاره شپول جوړ کړئ، خو چې کومه وعده مو کړې وى هم هغه شان وکړئ.“</verse>
				<verse number="25">د جاد او د روبين سړو ووئيل، ”صاحِبه، مونږ به هم هغه شان وکړُو چې څنګه تۀ حُکم کوې.</verse>
				<verse number="26">زمونږ ښځې او ماشومان او زمونږ څاروى او ګډې به دلته د جِلعاد په ښار کښې پاتې شى.</verse>
				<verse number="27">خو د مالِک خُدائ د حُکم لاندې مونږ ټول تيار يُو چې جنګ له لاړ شُو. مونږ به د اُردن نه پورې واوړُو او جنګ به وکړُو، هم هغه شان چې څنګه تا وفرمائيل.“</verse>
				<verse number="28">نو موسىٰ اِلى‌عزر، يشوَع او د بنى اِسرائيلو نورو مشرانو له دا حُکم ورکړو،</verse>
				<verse number="29">”کۀ د جاد او روبين سړى د اُردن نه پورې وځى چې هغوئ د مالِک خُدائ په حُکم باندې جنګ ته تيار دى او کۀ د هغوئ په مدد سره هغه مُلک فتح کړى، نو بيا هغوئ له د جِلعاد زمکه په ميراث کښې ورکړئ.</verse>
				<verse number="30">خو کۀ هغوئ د اُردن نه پورې نۀ وځى او ستاسو سره جنګ له لاړ شى، نو هغوئ ته به د زمکې خپله حِصه د کنعان په مُلک کښې ملاويږى، لکه څنګه چې تاسو ته ملاويږى.“</verse>
				<verse number="31">د جاد او روبين کسانو ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ به هم هغه شان وکړُو چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.</verse>
				<verse number="32">د هغۀ د حُکم لاندې به مونږ د کنعان مُلک ته ورواوړُو او جنګ له به لاړ شُو، خو زمونږ ميراث به د اُردن هم دې غاړې ته وى.“</verse>
				<verse number="33">نو موسىٰ د جاد او روبين او د منسى نيمې قبيلې ته د امورى بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج ټوله علاقه په حواله کړه، چې په کښې ښارونه او ګېرچاپېره مُلک هم وو.</verse>
				<verse number="34">د جاد قبيلې د ديبون، عطاروت او د عروعير پاخۀ ښارونه بيا جوړ کړل.</verse>
				<verse number="35">ورسره د عطروت، شوفان، يعزير، يګبها،</verse>
				<verse number="36">د بيت‌نِمره او د بيت‌هاران ښارونه هم جوړ کړل. د هغې ګېرچاپېره يې دېوالونه جوړ کړل او د خپلو رمو د ساتلو دپاره يې ځايونه هم جوړ کړل.</verse>
				<verse number="37">د روبين قبيلې دا ښارونه بيا جوړ کړل، حسبون، اِلى‌عالى، قِريَتائم،</verse>
				<verse number="38">نبو، بعل معون، (دا نومونه وروستو بدل کړے شول) او سبماه. هغوئ چې کوم ښارونه بيا جوړ کړل نو نوى نومونه ورباندې کېښودل.</verse>
				<verse number="39">د منسى زوئ مکير قبيلې د جِلعاد په مُلک حمله وکړه او هغه يې ونيولو او هلته چې کوم اموريان وُو هغه يې ترې نه وشړل.</verse>
				<verse number="40">نو موسىٰ د مکير قبيلې له جِلعاد ورکړو او هغوئ هلته اوسېدل.</verse>
				<verse number="41">د منسى قبيلې، يائير حمله وکړه او څۀ کلى يې ونيول او د ”يائير کلى“ نوم يې ورباندې کېښودو.</verse>
				<verse number="42">نوبح حمله وکړه او د قنات ښار او د دې کلى يې ونيول او خپل نوم ”نوبح“ يې پرې کېښودو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="33">
				<verse number="1">بنى اِسرائيلو د لښکرو په شکل کښې په دې مرحلو کښې سفر وکړو او د موسىٰ او هارون په مشرۍ کښې د مِصر نه لاړل.</verse>
				<verse number="2">د مالِک خُدائ په حُکم باندې، موسىٰ به هر ځل د هغه ځائ نوم ليکلو چرته به چې هغوئ خېمې لګولې.</verse>
				<verse number="3">د کال د وړومبۍ مياشتې په پينځلسمه ورځ اِسرائيليان د مِصر نه لاړل، دا د اول ځل د فسحې اختر پسې ورځ وه. هغوئ د رعمسيس ښار نه زړَور لاړل چې ټولو مِصريانو ورته کتل،</verse>
				<verse number="4">چا چې خپل مشران زامن ښخول چې مالِک خُدائ وژلى وُو. ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د معبودانو سره اِنصاف کړے وو.</verse>
				<verse number="5">اِسرائيليان د رعمسيس ښار نه لاړل او په سُکات کښې يې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="6">بيا هغوئ په ايتام کښې خېمې ولګولې چې د صحرا په غاړه دے.</verse>
				<verse number="7">د هغه ځائ نه هغوئ فى‌هخيروت ته واپس شول، چې د بعل‌صفون نمرخاتۀ په طرف دے او مجدال ته نزدې يې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="8">هغوئ د فى‌هخيروت نه لاړل، د سيند نه پورې وتل او د شور صحرا ته وردننه شول، د درېو ورځو مزل نه پس هغوئ په ماره کښې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="9">د هغې ځائ نه هغوئ ايليم ته لاړل، چرته چې هغوئ خېمې ولګولې، ځکه چې هلته د اوبو دولس چېنې وې او د کجورو اويا ونې وې.</verse>
				<verse number="10">هغوئ د ايليم نه لاړل او بحرِقُلزم ته نزدې يې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="11">بيا هغوئ د بحرِقُلزم نه لاړل او د صين په بيابان کښې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="12">بيا هغوئ د صين بيابان نه لاړل او په دفقه کښې يې خېمې ولګولې،</verse>
				<verse number="13">د دفقه نه الوش ته لاړل.</verse>
				<verse number="14">هغوئ د الوش نه خېمې اوچتې کړې او په رفيديم کښې يې ولګولې، چرته چې د خلقو دپاره د څښلو اوبۀ نۀ وې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="34">
				<verse number="1">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل</verse>
				<verse number="2">او د بنى اِسرائيلو دپاره يې دا اصُول ورته وښودل، ”کله چې تاسو کنعان ته ورننوځئ، کوم مُلک چې زۀ تاسو له درکوم، ستاسو د علاقې حدونه به داسې وى.</verse>
				<verse number="3">جنوبى سرحد به د صين صحرا او د ادوم سرحد پورې وى. دا به د نمرخاتۀ په طرف د مالګې درياب د جنوبى آخرى سر نه شروع کيږى.</verse>
				<verse number="4">بيا به دا په جنوب کښې د لړم درې طرف ته تاو وى او د صين صحرا نه واخله تر قادِس برنيع پورې به وى. د هغه ځائ نه به دا سرحد حصر ادار او عصمون ته ورسيږى،</verse>
				<verse number="5">چرته چې دا د مِصر په سرحد کښې او د مديترانى د سمندر په آخرى سر کښې د وادۍ طرف ته تاو وى.</verse>
				<verse number="6">د مديترانى د سمندر به يې د نمرپرېواتۀ سرحد وى.</verse>
				<verse number="7">شمالى سرحد به د مديترانى د سمندر نه شروع کيږى چې د هور غرۀ پورې به وى،</verse>
				<verse number="8">او د هغه ځائ نه د حمات درې پورې به وى او صداد ته به ورسيږى</verse>
				<verse number="9">او زفرون ته به هم ورسيږى او په حصر عينان کښې به ختم شى.</verse>
				<verse number="10">د نمرخاتۀ سرحد به د حصر عينان نه شروع کيږى چې د شفام پورې به وى.</verse>
				<verse number="11">بيا به دا د عين نمرخاتۀ طرف رِبله ته ورسيږى او د ګليل درياب نمرخاتۀ غاړې غرونو ته به ورسيږى،</verse>
				<verse number="12">بيا د اُردن سيند سره د مالګې درياب ته به ورسيږى. دا به ستاسو او د دې نه ګېرچاپېره سرحدونه وى.“</verse>
				<verse number="13">نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې د پچې اچولو سره به تاسو ته ملاويږى، هغه زمکه چې مالِک خُدائ نهۀ نيمو قبيلو ته په حواله کړې ده.</verse>
				<verse number="14">د روبين او جاد او د منسى نيمې قبيلې ته مخکښې خپل ميراث مِلاو شوے دے، چې د هغوئ د کورَنو په مطابق تقسيم شوے دے.</verse>
				<verse number="15">دې دوه نيمو قبيلو ته د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته يريحو ته مخامخ خپله زمکه مِلاو شوې ده.“</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="17">”اِلى‌عزر اِمام او د نون زوئ يشوَع به په خلقو باندې زمکه تقسيم کړى.</verse>
				<verse number="18">د هرې قبيلې نه يو يو مشر سړے هم خوښ کړه چې د دې په تقسيمولو کښې د هغوئ مدد وکړى.“</verse>
				<verse number="19">دا هغه سړى دى چې مالِک خُدائ خوښ کړل، د يهوداه قبيلې نه کالب زوئ د يفُنه، د شمعون قبيلې نه شلوميئيل زوئ د عميهود، د بنيامين قبيلې نه اليداد زوئ د کسلون، د دان قبيلې نه بُقى زوئ د يجلى، د منسى قبيلې نه حنى‌ايل زوئ د ايفود، د اِفرائيم قبيلې نه قمواېل زوئ د سِفتان، د زبولون قبيلې نه اليصفن زوئ د فرناح، د يساکار قبيلې نه فلطى‌ايل زوئ د عزان، د آشر قبيلې نه اخيهود زوئ د شلومى او د نفتالى قبيلې نه فدهيئيل زوئ د عميهود.</verse>
				<verse number="20"></verse>
				<verse number="21"></verse>
				<verse number="22"></verse>
				<verse number="23"></verse>
				<verse number="24"></verse>
				<verse number="25"></verse>
				<verse number="26"></verse>
				<verse number="27"></verse>
				<verse number="28"></verse>
				<verse number="29">دا هغه کسان دى چې مالِک خُدائ د کنعان په مُلک کښې په خلقو باندې د زمکې تقسيمولو دپاره مقرر کړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="35">
				<verse number="1">د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کوم ميراث هغوئ ته مِلاو شوے دے د هغې نه به څۀ ښارونه د اوسېدو دپاره او د ښارونو نه ګېرچاپېره د څرن زمکه خامخا ليويانو له ورکوى.</verse>
				<verse number="3">دا ښارونه به د ليويانو وى او هلته به اوسيږى. د څرن زمکه به د هغوئ د څاروو او نورو ځناورو دپاره وى.</verse>
				<verse number="4">د څرن زمکه به د ښار دېوالونو نه بهر پينځۀ سوه ګزه په هر طرف خوره وى،</verse>
				<verse number="5">چې هغه علاقه څلور واړو طرفونو ته تقريباً زر ګزه وى او ښار يې په مينځ کښې وى.</verse>
				<verse number="6">تاسو به ليويانو له د پناه دپاره شپږ ښارونه ورکوئ کۀ چرې يو سړے يو کس په غلطۍ سره ووژنى نو هلته به تښتى. د دې نه علاوه، هغوئ له دوه څلوېښت ښارونه ورکړئ</verse>
				<verse number="7">د څرن د زمکې سره، د هغوئ به ټول اتۀ څلوېښت ښارونه وى.</verse>
				<verse number="8">په هره قبيله کښې د ليويانو د ښارونو شمېر دې د هغې علاقې د غټوالى يا وړوکوالى په اندازه معلوم کړے شى.“</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="10">”بنى اِسرائيلو ته ووايه، کله چې تاسو د اُردن سيند نه پورې غاړه واوړئ او د کنعان مُلک ته ورننوځئ،</verse>
				<verse number="11">نو تاسو به د پناه ښارونه خوښ کړئ چې يو سړے په غلطۍ سره څوک مړ کړى نو چې هلته تښتېدلے شى.</verse>
				<verse number="12">هلته به د مړى د خپلوانو نه په حِفاظت کښې وى څوک چې بدل اخستل غواړى. چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به تر هغه پورې نۀ شى وژلے چې جرګې ته پېش شوے نۀ وى.</verse>
				<verse number="13">شپږ ښارونه خوښ کړئ،</verse>
				<verse number="14">چې درې د اُردن دې غاړې ته وى او درې د کنعان په مُلک کښې وى.</verse>
				<verse number="15">دا ځايونه به د بنى اِسرائيلو او د مسافرو دپاره د پناه ښارونه وى چې هغوئ د پردى مُلک وى يا په مستقله توګه اوسېدونکى وى. هر څوک چې په غلطۍ سره څوک ووژنى نو هغه به دې ښارونو ته تښتېدے شى.</verse>
				<verse number="16">خو، کۀ څوک د وسلې، کاڼى، يا د لرګى سره څوک ووژنى، نو هغه قاتِل دے، وبه وژلے شى.</verse>
				<verse number="17"></verse>
				<verse number="18"></verse>
				<verse number="19">دا به د مړ شوى کس د نزدې خپلوانو ذمه وارى وى چې قاتِل مړ کړى. چې کله يې هم پېدا کړى، نو وبه يې وژنى.</verse>
				<verse number="20">کۀ څوک د چا سره کينه لرى او د هغۀ د مرګ منصوبه جوړوى، په څۀ يې وولى او يا ديکه ورکړى نو دا يې قصداً وژنى</verse>
				<verse number="21">يا يې په سوک ووهى، نو هغه د قتل مجرم دے او هغه به وژلے شى. د مړى د نزدې خپلوانو دا ذمه وارى ده چې قاتِل مړ کړى. هغوئ يې چې کله هم پېدا کړى، نو وبه يې وژنى.</verse>
				<verse number="22">خو کۀ يو کس په غلطۍ سره څوک ووژنى چې د هغۀ سره يې کينه نۀ وى، کۀ په څۀ يې وولى او يا ديکه ورکړى،</verse>
				<verse number="23">يا چې د چا خيال نۀ وى او يو کاڼے وولى او څوک ورباندې مړ شى اګر چې هغۀ له يې د تکليف رسولو اراده نۀ وى او دشمن يې هم نۀ وى،</verse>
				<verse number="24">نو په داسې حالاتو کښې به جرګه د هغه کس په حق کښې فېصله کوى د چا نه چې مړے شوے وى، نۀ چې د هغه مړ کس د خپلوان په حق کښې چې بدل اخستل غواړى.</verse>
				<verse number="25">جرګه به د مړى د خپلوان نه هغه کس بچ کوى چې په غلطۍ سره د قتل مجرم وى او هغوئ به هغه واپس د پناه ښار ته بوځى کوم ته چې تښتېدلے وى. هغه به هلته تر هغې پورې ايساريږى چې مشر اِمام مړ نۀ وى.</verse>
				<verse number="26">چې کوم کس په غلطۍ سره د قتل مجرم وى کۀ هغه د پناه د ښار نه لاړ شى کوم له چې ورتښتېدلے وى</verse>
				<verse number="27">او د مړى خپلوان هغه پېدا کړى او وې وژنى، نو د دې بدل اخستلو په وجه هغه ګناهګار نۀ دے.</verse>
				<verse number="28">کوم کس چې په غلطۍ سره د قتل کولو مجرم وى هغه به خامخا د پناه په ښار کښې تر هغه وخته پورې پاتې کيږى چې تر کومې پورې مشر اِمام مړ نۀ وى، خو د هغې نه پس هغه واپس کور ته تلے شى.</verse>
				<verse number="29">دا قانون به ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره وى چې په هر ځائ کښې اوسېږئ.</verse>
				<verse number="30">چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به صِرف په هغه وخت مجرم ګڼلے شى او مړ کولے به شى چې په هغۀ باندې دوه کسان يا دوو نه زيات ګواهان ګواهى ورکړى، د يو کس ګواهى د قتل د اِلزام ثابِتولو دپاره کافى نۀ ده.</verse>
				<verse number="31">قاتِل به خامخا وژلے شى. هغه د دې سزا نه په دې نۀ شى خلاصېدلے چې د صُلحې پېسې ورکړى.</verse>
				<verse number="32">کۀ څوک د پناه ښار ته تښتېدلے وى، نو هغه دې ته مۀ پرېږدئ چې د مشر اِمام د مرګ نه مخکښې د صُلحې پېسې ورکړى د دې دپاره چې کور ته واپس راشى.</verse>
				<verse number="33">هغه مُلک مۀ پليتوئ چې چرته تاسو اوسېږئ، ځکه د وينې تويَول د هغه مُلک پليتول دى او چې په کومه زمکه باندې وينه توئ شى نو د هغې کفاره نۀ شى ادا کېدلے، زمکه د هغه کس د وينې تويَولو نه بغېر نۀ پاکيږى چا چې وينه توئ کړې وى.</verse>
				<verse number="34">هغه مُلک مۀ پليتوئ چرته چې تاسو اوسېږئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="36">
				<verse number="1">د جِلعاد د قبيلې د کورَنو مشران، د مکير زوئ او د منسى نمسے چې د يوسف زوئ وو، موسىٰ او د بنى اِسرائيلو نورو مشرانو له لاړل.</verse>
				<verse number="2">هغوئ ووئيل، ”صاحِبه، مالِک خُدائ تا ته حُکم درکړے دے چې زمکه د پچې په ذريعه په بنى اِسرائيلو تقسيم کړه. مالِک خُدائ دا حُکم هم کړے دے چې زمونږ د خپلوان صِلافحاد جائيداد د هغۀ لوڼو له ورکړه.</verse>
				<verse number="3">خو دا خبره ياده ساته. کۀ هغوئ د بلې قبيلې سړو سره ودونه وکړل، نو د هغوئ جائيداد به د هغه قبيلې شى او زمونږ برخه به کمه شى.</verse>
				<verse number="4">د واپس ورکولو په کال کښې، کله چې کوم جائيداد خرڅ شوے وى او هغه واپس خپل اصلى مالِک ته ملاويږى، نو د صِلافحاد د لوڼو جائيداد به د همېشه دپاره هغه قبېلې ته ورکړے شى چې په کومه کښې وادۀ شوې وى او دا به زمونږ د قبيلې دپاره د تاوان خبره وى.“</verse>
				<verse number="5">نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د مالِک خُدائ دا حُکمونه واورول. هغۀ وفرمائيل، ”د منسى قبيله چې څۀ وائى هغه ټيک دى،</verse>
				<verse number="6">او مالِک خُدائ فرمائى چې د صِلافحاد لوڼه آزادې دى چې د چا سره هم وادۀ کول غواړى خو په خپله قبيله کښې به يې کوى.</verse>
				<verse number="7">د يوې بنى اِسرائيلۍ قبيلې جائيداد به بلې قبيلې ته نۀ شى ورکولے.</verse>
				<verse number="8">هره يوه ښځه چې په کومه بنى اِسرائيلى قبيله کښې ميراث اخلى نو هم د هغه قبيلې د سړى سره به وادۀ کوى. نو داسې ټولو بنى اِسرائيلو ته به د خپل پلار نيکۀ په جائيداد کښې ميراث ملاويږى،</verse>
				<verse number="9">او د يوې قبيلې جائيداد به بلې قبيلې ته نۀ ملاويږى. هره بنى اِسرائيلى قبيله به خامخا خپله د ميراث زمکه لرى.“</verse>
				<verse number="10">نو د صِلافحاد لوڼو، محلاه، تِرضاه، حجلاه، مِلکاه او نوعاه هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو او هغوئ خپلو د ترونو زامنو سره ودونه وکړل.</verse>
				<verse number="11"></verse>
				<verse number="12">هغوئ د يوسف زوئ منسى قبيلې په کورَنو کښې ودونه وکړل او د هغوئ جائيداد د هغوئ د پلار په قبيله کښې پاتې شو.</verse>
				<verse number="13">دا هغه اصُول او قانون دے کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه د موآب په مېدانونو کښې د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ بنى اِسرائيلو له ورکړو.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="5">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">په دې کِتاب کښې هغه خبرې دى کومې چې موسىٰ ټولو بنى اِسرائيلو ته وکړې کله چې هغوئ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته په صحرا کښې وُو. هغوئ سوف ته نزدې د اُردن په مېدان کښې وُو، دا د هغې ښارونو په مينځ کښې دے چې د فاران ښار يې يو طرف ته دے او د طوفل، لابن، حصيروت، او د ديذهب ښارونه يې په بل طرف دى.</verse>
				<verse number="2">د غرونو مُلک ادوم په لاره د سينا غرۀ نه واخله تر قادِس برنيع پورې د يوولسو ورځو مزل دے.</verse>
				<verse number="3">د هغوئ د مِصر نه د راوتلو نه څلوېښت کاله پس د يوولسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ، موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ هغۀ ته د وئيلو حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="4">دا د هغې نه وروستو وُو چې مالِک خُدائ د اموريانو بادشاه سيحون له شکست ورکړے وو، چې هغۀ د حسبون په ښار بادشاهى کوله او د بسن بادشاه عوج، چې هغۀ د عستارات او ادرعى په ښارونو بادشاهى کوله.</verse>
				<verse number="5">دا هغه وخت وو کله چې اِسرائيليان د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د موآب په علاقه کښې وُو چې د خُدائ پاک په قانون او حُکمونو باندې موسىٰ هغوئ پوهول شروع کړل. هغۀ وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="6">”کله چې مونږ د سينا غرۀ سره وُو نو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته وفرمائيل چې تاسو د دې غرۀ سره ډېر زيات ايسار شوى يئ.</verse>
				<verse number="7">خېمې اوچتې کړئ او په سفر روان شئ. د اموريانو د غرونو مُلک او ټولو ګېرچاپېره علاقو ته لاړ شئ چې د اُردن مېدان، د غرونو مُلک او لاندې علاقې، د صحرا علاقه او د مديترانى د سمندر غاړه په کښې ده. د کنعان مُلک ته او د لبنان غرونو نه اخوا د فرات لوئ سيند پورې لاړ شئ.</verse>
				<verse number="8">ګورئ، دا هغه ټوله زمکه ده د کومې چې ما، مالِک خُدائ، ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، يعقوب او د هغوئ د اولاد سره د ورکولو وعده کړې ده. لاړ شئ او هغه قبضه کړئ.“</verse>
				<verse number="9">موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”کوم وخت چې مونږ لا د سينا غرۀ سره وُو، نو ما تاسو ته وفرمائيل چې زۀ په يواځې ځان ستاسو ذمه وارى نۀ شم اخستے.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د آسمان د ستورو په شان بې‌شمېره کړى يئ.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک دې تاسو يو په زر زيات کړى او هغه دې تاسو دولتمند کړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="12">خو زۀ يواځې د لانجو فېصله کولو دا دومره لويه ذمه وارى څنګه برداشت کړم؟</verse>
				<verse number="13">د هرې قبيلې نه يو څو هوښيار، پوهه لرونکى او تجربه‌کار سړى خوښ کړئ او زۀ به هغوئ په تاسو مشران جوړ کړم.</verse>
				<verse number="14">او تاسو زما سره متفِق شوئ او ومو وئيل چې دا به ډېر ښۀ کار وشى.</verse>
				<verse number="15">نو ما هغه هوښيار او تجربه‌کاره مشران واخستل چې تاسو د خپلو قبيلو نه خوښ کړى وُو او هغوئ مې ستاسو مشران جوړ کړل. چې څۀ د زرو، څۀ د سلو، څۀ د پنځوسو، او څۀ د لسو کسانو ذمه وار وُو. ما ستاسو د قبيلو دپاره نور مشران هم مقرر کړل.</verse>
				<verse number="16">په هغه وخت ما ستاسو قاضيانو له حُکم ورکړو چې ستاسو د خلقو په مينځ کښې کومې لانجې راځى نو هغې ته غوږ نيسئ. هره يوه لانجه په اِنصاف سره فېصله کوئ، کۀ د دې لانجې تعلق صِرف ستاسو خپلو خلقو سره وى يا کۀ په کښې هغه مسافر هم شريک وى کوم چې ستاسو سره اوسيږى.</verse>
				<verse number="17">په فېصلو کښې د چا طرفدارى مۀ کوئ، د هر چا سره يو شان اِنصاف کوئ، دې خبرې ته مۀ ګورئ چې هغه مالدار دے او کۀ غريب. د هيچا نه مۀ يرېږئ، ځکه چې کومې فېصلې تاسو کوئ هغه د خُدائ پاک د طرف نه وى. کۀ يوه لانجه ستاسو دپاره ډېره مشکله وى نو ما له يې راوړئ چې زۀ يې هواره کړم.</verse>
				<verse number="18">هم په هغه وخت ما د هغه نورو ټولو څيزونو حُکم درکړو چې تاسو يې کوئ.</verse>
				<verse number="19">مونږ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک حُکم راکړے وو. مونږ د سينا غرۀ نه لاړُو او په هغه لوئ او خطرناک بيابان کښې د اموريانو غرونو مُلک پورې روان وُو. کله چې مونږ قادِس برنيع ته ورسېدو،</verse>
				<verse number="20">نو ما وفرمائيل چې اوس تاسو د اموريانو د غرونو مُلک ته راغلى يئ، کوم چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک، زمونږ د پلار نيکۀ خُدائ پاک مونږ له راکوى. ګورئ، هغه دا دے. لاړ شئ او هغه قبضه کړئ هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ حُکم کړے دے. يرېږئ مه او مۀ بې‌حوصلې کېږئ.</verse>
				<verse number="21"></verse>
				<verse number="22">خو تاسو ما له راغلئ او ومو وئيل چې د ځان نه مخکښې به سړى ولېږُو چې هغه مُلک وګورى او مونږ ته ووائى چې د ورتلو دپاره کومه لار ښۀ ده او هلته ښارونه څنګه دى.</verse>
				<verse number="23">دا خبره په ما ښۀ ولګېده، نو ما د دولسو قبيلو نه يو يو سړے خوښ کړو.</verse>
				<verse number="24">هغوئ د اسکال وادى پورې د غرونو مُلک ته د معلوماتو حاصلولو دپاره لاړل.</verse>
				<verse number="25">هغوئ چې هلته کومه مېوه وموندله نو لږه يې ترې نه راوړه او هغوئ وفرمائيل چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک چې کوم مُلک مونږ له راکوى هغه ډېر آباد دے.</verse>
				<verse number="26">خو تاسو د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک د حُکم نه سرکشى وکړه او هغه مُلک ته وردننه نۀ شوئ.</verse>
				<verse number="27">تاسو يو بل ته وغورېدئ او ومو وئيل، مالِک خُدائ زمونږ نه نفرت کوى. هغۀ مونږ د مِصر مُلک نه صِرف د دې دپاره راوويستلو چې اموريانو ته مو حواله کړى چې هغوئ مونږ ووژنى.</verse>
				<verse number="28">مونږ هلته ولې لاړ شُو؟ مونږ يريږو. کوم سړى چې مونږ هلته لېږلى وُو هغوئ مونږ ته ووئيل چې د هغه ځائ خلق زمونږ نه تکړه او لوړ لوړ دى او هغوئ په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى. هغوئ هلته دېوان هم وليدل.</verse>
				<verse number="29">خو ما درته ووئيل چې د هغه خلقو نه مۀ يرېږئ.</verse>
				<verse number="30">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو لارښودنه وکړى او هغه به ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ ستاسو په مخکښې په مِصر کښې وکړل</verse>
				<verse number="31">او په بيابان کښې يې چې څۀ وکړل. نو تاسو په خپلو سترګو وليدل چې هغۀ تاسو په حِفاظت سره تر دې ځائ پورې داسې راوستلئ، لکه چې پلار خپل زوئ بوځى.</verse>
				<verse number="32">خو د دې هرې خبرې باوجود، تاسو بيا هم په مالِک خُدائ يقين نۀ کولو،</verse>
				<verse number="33">اګر کۀ هغه همېشه ستاسو نه مخکښې روان وو چې ستاسو دپاره د خېمو لګولو ځائ ولټوى. ستاسو د لارښودنې دپاره هغه به ستاسو په مخکښې د شپې د اور په ستن کښې او د ورځې د وريځې په ستن کښې روان وو.</verse>
				<verse number="34">مالِک خُدائ ستاسو شکايتونه واورېدل او په غصه شو، نو هغۀ دا قسم وخوړو او وې فرمائيل،</verse>
				<verse number="35">ستاسو د دې بدعمله نسل نه يو کس به هم هغه زرخېز مُلک ته ورننه نۀ وځى چې د کوم د ورکولو لوظ ما ستاسو پلار نيکۀ سره کړے دے.</verse>
				<verse number="36">صِرف د يفُنه زوئ کالب به ورننوځى. ځکه چې هغه په ما ايمان لرى او زۀ به هغۀ او د هغۀ اولاد له هغه مُلک ورکړم د کوم چې هغۀ معلومات حاصل کړى دى.</verse>
				<verse number="37">ځکه چې ستاسو په وجه مالِک خُدائ ما ته هم غصه شو او وې فرمائيل چې اے موسىٰ، تۀ به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځې.</verse>
				<verse number="38">خو د خپل مددګار، د نون زوئ يشوَع، حوصله مضبوطه کړه. هغه به اِسرائيليان بوځى چې هغه مُلک قبضه کړى.</verse>
				<verse number="39">بيا مالِک خُدائ مونږ ټولو ته وفرمائيل چې، ستاسو واړۀ بچى به هغه مُلک ته ورننه وځى، چې هغوئ په ښۀ او بد نۀ پوهيږى. هغه ماشومان چې تاسو ووئيل چې ستاسو دشمنان به يې ونيسى. زۀ به هغوئ له هغه مُلک ورکوم او هغوئ به يې قبضه کوى.</verse>
				<verse number="40">خو اوس تاسو واپس وګرځئ او واپس بيابان ته په هغه لار لاړ شئ کومه چې بحرِقُلزم ته ځى.</verse>
				<verse number="41">تاسو ووئيل، موسىٰ، مونږ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده. خو اوس به مونږ حمله وکړُو، چې څنګه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته حُکم کړے دے. بيا ستاسو هر يو کس د جنګ دپاره تيار شو، خيال مو دا وو چې د غرونو مُلک قبضه کول به آسان کار وى.</verse>
				<verse number="42">خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغوئ له خبردارے ورکړه چې حمله ونۀ کړى، ځکه چې زۀ به د هغوئ مل نۀ يم او دشمن به هغوئ له شکست ورکړى.</verse>
				<verse number="43">مالِک خُدائ چې څۀ فرمائيلى وُو نو هغه ما تاسو ته وفرمائيل، خو تاسو هغې ته هيڅ توجو ورنۀ کړه. تاسو د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د خپل غرور سره د غرونو مُلک ته روان شوئ.</verse>
				<verse number="44">نو په هغه غرونو کښې چې کوم اموريان اوسېدل هغوئ ستاسو خِلاف لکه د مچو په شان راووتل. هغوئ د حُرمه پورې په تاسو پسې وُو او هلته يې د غرونو په مُلک ادوم کښې شکست درکړو.</verse>
				<verse number="45">بيا تاسو د مالِک خُدائ په مخکښې وژړل، خو نۀ هغۀ ستاسو فرياد واورېدو او نۀ يې درته غوږ ونيوو.</verse>
				<verse number="46">نو د هغې نه پس مونږ په قادِس کښې ډېر وخت ايسار وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">په آخر کښې مونږ راوګرځېدو او په هغه لار بيابان ته لاړُو کومه چې بحرِقُلزم ته تلې وه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو او ډېره موده د غرونو مُلک ادوم کښې سرګردانه ګرځېدو.</verse>
				<verse number="2">بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې</verse>
				<verse number="3">تاسو ډېره موده په دې غرونو کښې په ګرځېدو تېره کړې ده نو د شمال طرف ته لاړ شئ.</verse>
				<verse number="4">هغۀ ما ته وفرمائيل چې دوئ ته دا اصُول وښايه، تاسو به د غرونو مُلک ادوم نه تېر شئ، چې هغه ستاسو د لرې خپلوانو د عِيسو علاقه ده. هغوئ به ستاسو نه ويريږى،</verse>
				<verse number="5">خو تاسو به هغوئ نۀ راپاروئ، ځکه چې زۀ تاسو له د هغوئ د مُلک يو قدم ځائ هم نۀ درکوم. ادوم ما د عِيسو اولاد له ورکړے دے.</verse>
				<verse number="6">تاسو به خوراک او اوبۀ د هغوئ نه په پېسو اخلئ.</verse>
				<verse number="7">ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک څنګه تاسو له په هر کار کښې برکت درکړے دے. کله چې تاسو په دې لوئ بيابان کښې سرګردانه ګرځېدئ نو هغۀ ستاسو خيال ساتلے دے. هغه په دې څلوېښتو کالو کښې ستاسو مل وو او په تاسو باندې د يو څيز کمے هم نۀ دے راغلے.</verse>
				<verse number="8">نو مونږ روان وُو او هغه لار مو پرېښوده کومه چې د ايلات او عصيون‌جابر ښارونو نه د مالګې درياب ته تلې وه او مونږ د موآب صحرا په طرف تاو شُو.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې د موآب خلقو له تکليف مۀ ورکوئ، چې د لوط اولاد دے او نۀ چې ورسره جنګ وکړئ. ما هغوئ له د عار ښار ورکړے دے او زۀ به تاسو له د هغوئ د زمکې نه لږه هم نۀ درکوم.“</verse>
				<verse number="10">د دېوانو يو طاقتور نسل چې د ايميان په نوم يادېدو هغوئ د عار په ښار کښې اوسېدل. هغوئ د عناقيانو په شان لوړ لوړ وُو، کوم چې د دېوانو بل نسل وو.</verse>
				<verse number="11">د عناقيانو په شان هغوئ هم د رفائيانو په نوم مشهور وُو، خو موآبيانو هغوئ ته ايميان وئيل.</verse>
				<verse number="12">حوريان په ادوم کښې اوسېدل، خو د عِيسو اولاد هغوئ وشړل، د هغوئ قوم يې تباه کړو او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل، لکه څنګه چې وروستو بنى اِسرائيلو خپل دشمنان د هغه مُلک نه وشړل کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے وو.</verse>
				<verse number="13">موسىٰ خپله خبره جارى وساتله او وې فرمائيل، ”بيا مونږ د زرد سيند نه پورې وتلو لکه څنګه چې مالِک خُدائ مونږ ته فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="14">دا د هغې نه اتۀ دېرش کاله پس وُو چې مونږ د قادِس برنيع نه تلى وُو. د هغه نسل د جنګ ټول سړى مړۀ شوى وُو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ هغوئ له تر هغه سزا ورکوله چې هغوئ ټول د قوم نه ختم شوى نۀ وُو.</verse>
				<verse number="16">کله چې جنګ ته د برابر عُمر ټول سړى مړۀ شوى وُو،</verse>
				<verse number="17">نو مالِک خُدائ مونږ ته وفرمائيل چې</verse>
				<verse number="18">نن به تاسو د عار په لاره د موآب علاقې نه تېرېږئ.</verse>
				<verse number="19">بيا به تاسو د عمونيانو مُلک ته نزدې شئ، کوم چې د لوط اولاد دے. هغوئ له تکليف مۀ ورکوئ او نۀ چې ورسره جنګ وکړئ، ځکه چې ما کومه زمکه هغوئ له ورکړې ده د هغې زمکې نه لږه هم تاسو له نۀ درکوم.“</verse>
				<verse number="20">دا علاقه د رفائيانو د مُلک په نوم هم مشهور ده، دا د هغه خلقو نوم دے چې هلته اوسېدل، عمونيانو هغوئ د زمزميانو په نوم يادول.</verse>
				<verse number="21">هغوئ د عناقيانو په شان لوړ لوړ وُو. هغوئ ډېر زيات وُو او هغوئ يو طاقتور نسل وو. خو مالِک خُدائ هغوئ تباه کړل، نو عمونيانو د هغوئ په مُلک قبضه وکړه او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ د ادوميانو دپاره هم دغه شان وکړل، چې د عِيسو اولاد وو او د غرونو په مُلک ادوم کښې اوسېدل. هغۀ حوريان تباه کړل، نو ادوميانو د هغوئ په زمکه قبضه وکړه او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل، چرته چې تر اوسه پورې هغوئ اوسيږى.</verse>
				<verse number="23">د مديترانى د سمندر د غاړې سره دا مُلک په هغه خلقو آباد وو چې هغوئ د کريت د جزيرې وُو. هغوئ عويان تباه کړل، کوم چې اصلى اوسېدونکى وُو او د غزه ښار پورې د هغوئ په ټول مُلک يې قبضه وکړه.</verse>
				<verse number="24">”کله چې مونږ د موآب نه تېر شوى وُو، مالِک خُدائ مونږ ته وفرمائيل، اوس، روان شئ او د ارنون سيند نه پورې وځئ. زۀ د حسبون امورى بادشاه سيحون او د هغۀ مُلک تاسو له درکوم، په هغۀ حمله وکړئ او د هغۀ مُلک قبضه کړئ.</verse>
				<verse number="25">د نن نه به د دُنيا په ټولو قومونو باندې ستاسو يره واچوم. هر څوک به ستاسو نوم اورېدو سره په لړزان کيږى.</verse>
				<verse number="26">بيا ما د قديمات د بيابان نه د حسبون بادشاه سيحون ته د صُلحې د پېش‌کش دپاره پېغام وړُونکى ورولېږل چې وئيل چې</verse>
				<verse number="27">مونږ پرېږده چې ستا د مُلک نه تېر شُو. مونږ به نېغ روان يُو او د لارې نه به اخوا دېخوا نۀ اوړُو.</verse>
				<verse number="28">مونږ چې کوم خوراک وخورو او چې کومې اوبۀ وڅښو نو د هغې پېسې به درکړُو. مونږ صِرف ستاسو د مُلک نه تېرېدل غواړو،</verse>
				<verse number="29">او چې د اُردن سيند نه هغه زمکې ته پورې وځو کومه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له راکوى. د عِيسو اولاد په ادوم کښې اوسيږى او موآبيان چې په عار کښې اوسيږى، هغوئ مونږ له اجازت راکړو چې د هغوئ په علاقه کښې تېر شُو.</verse>
				<verse number="30">خو سيحون بادشاه مونږ پرې نۀ ښودو چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شُو. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه سخت طبيعته او ضدى کړے وو، نو مونږ شکست ورکړو او د هغۀ علاقه مو ونيوله، چې تر اوسه پورې زمونږ په قبضه کښې ده.</verse>
				<verse number="31">بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ګوره، ما سيحون بادشاه او د هغۀ مُلک ستاسو په مخکښې کمزورے کړے دے، د هغۀ مُلک ونيسئ او قبضه يې کړئ.</verse>
				<verse number="32">سيحون د خپلو ټولو سړو سره د يهض ښار سره نزدې زمونږ سره د جنګ دپاره راووتلو.</verse>
				<verse number="33">خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه مونږ له په لاس کښې راکړو، مونږ هغه، د هغۀ زامن او د هغۀ ټول سړى ووژل.</verse>
				<verse number="34">هم په هغه وخت مونږ ټول ښارونه ونيول او تباه مو کړل او هر يو کس، سړى، ښځې او ماشومان مو ووژل. مونږ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو.</verse>
				<verse number="35">مونږ څاروى بوتلل او ښارونه مو لوټ کړل.</verse>
				<verse number="36">مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د عروعير نه واخله، چې د ارنون مېدان په غاړه باندې دے او کوم ښار چې د هغه مېدان په مينځ کښې دے، تر جِلعاد پورې ټول ښارونه راباندې ونيول. داسې د يو ښار دېوالونه هم نۀ وُو چې زمونږ مخه يې نيولے وے.</verse>
				<verse number="37">خو نۀ مونږ د عمونيانو علاقې ته لاړُو، نۀ د يبوق سيند غاړې ته، نۀ د غرونو مُلک ښارونو ته او نۀ بل نزدې يو ځائ ته لاړُو چرته چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د تلو نه منع کړى وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">او بيا، مونږ د بسن علاقې طرف ته لاړُو او د ادرعى ښار ته نزدې د عوج بادشاه د خپل ټول لښکر سره زمونږ سره جنګ دپاره راووتلو.</verse>
				<verse number="2">خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې د هغۀ نه مۀ يرېږه. زۀ هغه، د هغۀ سړى او د هغۀ ټوله علاقه تاسو له درکوم. د هغۀ سره هم هغه شان کار وکړئ لکه څنګه چې مو د امورى بادشاه سيحون سره کړے وو چې هغۀ په حسبون بادشاهى کوله.</verse>
				<verse number="3">نو مالِک خُدائ د عوج بادشاه او د هغۀ خلق هم مونږ له په لاس کښې راکړل او مونږ هغوئ ټول ووژل. يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.</verse>
				<verse number="4">هم په هغه وخت مونږ د هغۀ ټول ښارونه قبضه کړل، داسې يو ښار هم نۀ وو چې مونږ نيولے نۀ وو. مونږ ټول شپېتۀ ښارونه ونيول، د ارجوب ټوله علاقه چرته چې د بسن بادشاه عوج بادشاهى کوله.</verse>
				<verse number="5">د دې ټولو ښارونو لوړ لوړ پاخۀ دېوالونه وُو، دروازې او د دروازو بندولو دپاره يې اړامونه وُو او هلته داسې کلى هم وُو چې دېوالونه يې نۀ وُو.</verse>
				<verse number="6">مونږ ټول ښارونه تباه کړل او ټول سړى، ښځې او ماشومان مو ووژل، هم هغه شان لکه څنګه چې مونږ د حسبون بادشاه چې نوم يې سيحون وو په ښارونو کښې کړى وُو.</verse>
				<verse number="7">مونږ ټول څاروى بوتلل او ښارونه مو لوټ کړل.</verse>
				<verse number="8">په هغه وخت کښې مونږ د هغه دوه امورى بادشاهانو نه د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون سيند نه واخله د حرمون غرۀ پورې علاقه ونيوله.</verse>
				<verse number="9">صيدانيان د حرمون غرۀ ته سِريون نوم اخلى او اموريان ورته سنير وائى.</verse>
				<verse number="10">مونږ د بسن بادشاه عوج ټول مُلک قبضه کړو يعنې د لوړې علاقې ښارونه، د جِلعاد او بسن علاقې، د سلکه او ادرعى ښارونو پورې.“</verse>
				<verse number="11">عوج بادشاه د رفائيانو آخرى پاتې کس وو. د هغۀ د ښخېدو صندوق د کاڼى نه جوړ وو، چې ديارلس فټه اوږد او دوه ګزه پلن وو. دا تر اوسه پورې د عمونيانو په ښار ربه کښې شته دے.</verse>
				<verse number="12">”کله چې مونږ په هغه مُلک قبضه وکړه، نو ما د ارنون سيند ته نزدې د عروعير ښار علاقه او د غرونو مُلک جِلعاد برخه، سره د دې د ښارونو د روبين او جاد قبيلو په حواله کړه.</verse>
				<verse number="13">د جِلعاد هغه پاتې برخه او ټول بسن ما د منسى نيمې قبيلې په حواله کړو، چرته چې عوج بادشاهى کړې وه، هغه د ټول ارجوب علاقه وه.“ بسن د رفائيانو مُلک په نوم مشهور وو.</verse>
				<verse number="14">د منسى قبيلې يائير د ارجوب ټوله علاقه ونيوله، کوم چې بسن دے او داسې د جسور او معکه د سرحد پورې. هغۀ په دې کلو باندې خپل نوم کېښودو او دا تر اوسه پورې د يائير کلى په نوم ياديږى.</verse>
				<verse number="15">”د منسى قبيلې مکير ته ما جِلعاد په حواله کړو.</verse>
				<verse number="16">او د جِلعاد نه واخله د ارنون سيند پورې علاقه ما د روبين او جاد قبيلو په حواله کړه. د هغوئ سرحد د سيند مينځ وو او د هغوئ بل سرحد د يبوق سيند وو، چې د هغې يوه برخه د عمونيانو سرحد وو.</verse>
				<verse number="17">د هغوئ علاقه د اُردن سيند پورې خوره وه او لاندې د ګليل درياب نه واخله د مالګې درياب پورې او د پِسګه د غرۀ لمنې پورې خوره وه.</verse>
				<verse number="18">هم په هغه وخت، ما هغوئ ته دا اصُول وښودل، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دا مُلک د نيولو دپاره تاسو له درکړے دے. خپلو جنګى سړو له وسله ورکړئ او هغوئ د بنى اِسرائيلو د نورو قبيلو نه مخکښې د اُردن نه پورې ولېږئ، چې په هغه مُلک نيولو کښې د هغوئ مدد وکړى.</verse>
				<verse number="19">ما ته پته ده چې تاسو سره ډېر څاروى دى، نو صِرف ستاسو ښځې، بچى او څاروى به په هغه ښارونو کښې ستاسو نه پاتې شى کوم چې ما ستاسو په حواله کړى دى.</verse>
				<verse number="20">هغه مُلک چې مالِک خُدائ يې بنى اِسرائيلو له ورکوى چې د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته دے، د هغې په نيولو کښې تر هغې پورې د بنى اِسرائيلو مدد وکړئ چې مالِک خُدائ هغوئ هلته په امن سره اوسېدو ته پرېښى نۀ وى، لکه څنګه چې هغۀ تاسو په امن کړى يئ. د هغې نه پس، تاسو واپس دې مُلک ته راتلے شئ کوم چې ما ستاسو په حواله کړے دے.</verse>
				<verse number="21">بيا ما يشوَع ته دا اصُول وښودل، تا هغه هر څۀ وليدل چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه دوه بادشاهانو يعنې سيحون او عوج سره وکړل، او چې د چا په مُلک هم حمله کوئ نو هم هغه شان به ورسره وشى.</verse>
				<verse number="22">د هغوئ نه مۀ يرېږئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو دپاره جنګ وکړى.</verse>
				<verse number="23">په هغه وخت کښې ما د زړۀ د اخلاصه دا دُعا وکړه چې،</verse>
				<verse number="24">اے مالِکه خُدايه، ما ته پته ده چې تا صِرف خپله لوئى او طاقت خپل خِدمت کوونکى ته څرګندول شروع کړل. په آسمان او په زمکه کښې داسې خُدائ نشته چې ستا په شان لوئ لوئ کارونه وکړى.</verse>
				<verse number="25">مالِکه خُدايه، ما پرېږده چې د اُردن سيند نه پورې وځم او چې هغه زرخېزه زمکه ووينم چې په بل طرف باندې ده او چې د غرونو ښائسته مُلک او د لبنان غرونه ووينم.</verse>
				<verse number="26">خو ستاسو په وجه مالِک خُدائ ما ته په قهر وو او زما سوال يې وانۀ ورېدو. او راته يې وفرمائيل، بس نور چې د دې ذِکر ونۀ کړئ.</verse>
				<verse number="27">د پِسګه غرۀ سر ته لاړ شه او هر طرف ته وګوره. چې څۀ درته ښکارى نو هغه په غور سره وګوره، ځکه چې تۀ به هيڅکله هم د اُردن نه پورې نۀ وځې.</verse>
				<verse number="28">د دې په ځائ يشوَع ته خپل اصُول وښايه. د هغۀ حوصله مضبوطه کړه، ځکه چې هغه به د خلقو لارښودنه کوى چې هغه مُلک قبضه کولو له ورپورې وځى کوم چې تۀ وينې.</verse>
				<verse number="29">نو مونږ بيت‌فعور ښار ته مخامخ په هغه مېدان کښې پاتې شُو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.</verse>
				<verse number="2">زۀ چې تاسو له کوم حُکم درکړم په هغې کښې مۀ څۀ زياتوئ او مۀ څۀ کموئ. چې ما مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم حُکمونه درکړى دى په هغې عمل کوئ.</verse>
				<verse number="3">تاسو په خپله وليدل چې د فعور په غرۀ کښې مالِک خُدائ څۀ وکړل. هغۀ هغوئ ټول تباه کړل چا چې د بعل عبادت کولو،</verse>
				<verse number="4">خو ستاسو هغه کسان چې د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک وفادار وُو، هغوئ تر نن ورځې پورې ژوندى پاتې دى.</verse>
				<verse number="5">ما تاسو ته هغه ټول قانون ښودلے دے، کوم چې مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما ته ښودلے دے چې تاسو هغه قانون په هغه مُلک کښې پوره کړئ چې د قبضه کولو دپاره ورباندې حمله کوئ.</verse>
				<verse number="6">په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ، نو د نورو قومونو خلقو ته به پته ولګى چې تاسو څومره هوښيار خلق يئ. کله چې هغوئ د دې ټول قانون نه خبر شى، نو هغوئ به ووائى، دا عظيم قوم څومره حِکمت او پوهه لرى.</verse>
				<verse number="7">بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ داسې خُدائ وى چې په ضرورت کښې ورته دومره نزدې وى لکه څومره چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته نزدې دے. مونږ چې کله هم د مدد دپاره هغۀ ته سوال وکړُو نو هغه زمونږ سوال قبلوى.</verse>
				<verse number="8">بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ سره داسې د صداقت قانون وى لکه چې نن ما تاسو ته ښودلے دے.</verse>
				<verse number="9">پام کوئ. او دا خبره يقينى کړئ چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو څۀ چې مو په خپلو سترګو ليدلى دى هغه مۀ هېروئ. خپل بچى او نمسى د هغه ورځې نه خبر کړئ،</verse>
				<verse number="10">چې تاسو د سينا په غرۀ باندې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ وئ، کله چې هغۀ ما ته وفرمائيل چې، خلق راغونډ کړه. زۀ غواړم چې د هغوئ سره خبرې وکړم، نو چې تر کومې پورې هغوئ ژوندى وى نو زما فرمانبردارى به زده کوى او خپلو بچو ته به ښائى چې هم دغسې کوى.</verse>
				<verse number="11">چې تاسو څنګه د غرۀ لمنې ته لاړئ او هلته ودرېدئ په کوم چې اور لګېدلے وو او لمبې يې آسمان ته ختلې او وريځ او تکه توره تيارۀ شوه.</verse>
				<verse number="12">هغوئ ته ووايئ چې مالِک خُدائ ستاسو سره څنګه د اور نه خبرې وکړې، تاسو څنګه د هغۀ خبرې واورېدلې خو د هغۀ صورت مو ونۀ ليدو.</verse>
				<verse number="13">هغۀ تاسو ته وفرمائيل چې د هغه لوظ پوره کولو دپاره به څۀ کوئ، تاسو به په هغه لسو حُکمونو عمل کوئ، کوم چې هغۀ د کاڼو په هغه دوه تختو باندې ليکلى وُو.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې تاسو ته هغه ټول قانون وښايم چې په هغې به تاسو په هغه مُلک کښې عمل کوئ چې په کوم باندې تاسو حمله کوئ او قبضه کوئ يې.</verse>
				<verse number="15">کله چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د اور نه تاسو سره خبرې وکړې او تاسو د هغۀ صورت ونۀ ليدو، نو خپلې فائدې دپاره پام کوئ چې</verse>
				<verse number="16">په هر شکل کښې بُت جوړولو په وجه خپل ځانونه ګناهګار نۀ کړئ، کۀ هغه شکل د نر وى، يا د ښځې،</verse>
				<verse number="17">د ځناور يا د مارغۀ،</verse>
				<verse number="18">د داسې يو ځناور چې په زمکه تلل کوى يا کۀ په اوبو کښې د کب وى.</verse>
				<verse number="19">په داسې آزمېښت کښې مۀ پرېوځئ چې څۀ په آسمان کښې ګورئ چې د هغې عبادت يا خِدمت وکړئ، لکه نمر، سپوږمۍ او ستورى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نورو ټولو خلقو ته دا ورکړى دى چې عبادت يې کوى.</verse>
				<verse number="20">خو تاسو هغه خلق يئ چې مالِک خُدائ د مِصر نه راوويستلئ چرته چې تاسو د اور په تنور کښې وئ. هغۀ تاسو ځکه راوويستلئ چې هغه تاسو خپل خلق جوړ کړى لکه چې نن تاسو يئ.</verse>
				<verse number="21">خو ستاسو په وجه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما ته غصه وو او دا قسم يې وخوړو چې تۀ به د اُردن سيند نه پورې نۀ وځې چې هغه آباد مُلک ته لاړ شى کوم چې هغه تاسو له درکوى.</verse>
				<verse number="22">زۀ به په دې مُلک کښې مړ شم او هيڅکله به د سيند نه پورې نۀ وځم، خو هغه وخت نزدې دے چې تاسو به واوړئ او هغه آباده زمکه به قبضه کړئ.</verse>
				<verse number="23">پام کوئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې تاسو سره کوم لوظ کړے دے هغه مۀ هېروئ. د هغۀ حُکم منئ چې يو قِسم بُت هم مۀ جوړَوئ</verse>
				<verse number="24">ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د يو بل شوى اور په شان دے، او غېرتى خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="25">تر دې پورې چې تاسو به په هغه مُلک کښې تر ډېره وخته پورې يئ او بچى او نمسى به مو پېدا شى، د يو څيز په شکل هم بُت جوړولو په وجه خپل ځانونه مۀ ګناهګاروئ. د مالِک خُدائ په نظر کښې دا يو بد عمل دے او د دې په وجه به هغه غصه شى.</verse>
				<verse number="26">نن زۀ آسمان او زمکه ستاسو خِلاف ګواهان جوړوم، کۀ تاسو زما نافرمانى وکړئ، نو تاسو به زر د زمکې نه ورک شئ. تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده ژوند ونۀ کړئ کوم چې د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ. تاسو به تباه شئ.</verse>
				<verse number="27">مالِک خُدائ به تاسو په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړى، هلته به صِرف يو څو کسان ستاسو نه ژوندى پاتې شى.</verse>
				<verse number="28">هلته به تاسو د داسې معبودانو خِدمت کوئ چې انسان جوړ کړى وى، د لرګو او د کاڼو معبودان، هغه معبودان چې نۀ ليدل او نۀ اورېدل کولے شى، نۀ خوراک او نۀ بويول کولے شى.</verse>
				<verse number="29">خو کۀ هلته تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ولټوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ لټون وکړئ نو تاسو به هغه ومومئ.</verse>
				<verse number="30">کله چې تاسو په تکليف کښې يئ او په تاسو باندې دا هر څۀ تېر شوى وى، نو آخر به مالِک خُدائ ته راواپس شئ او د هغۀ تابعدارى به وکړئ.</verse>
				<verse number="31">هغه رحم کوونکے خُدائ پاک دے. هغه به تاسو نۀ پرېږدى او نۀ به مو تباه کوى او هغه به هغه لوظ نۀ هېروى چې کوم هغۀ په خپله ستاسو پلار نيکۀ سره کړے دے.</verse>
				<verse number="32">تاريخ ته وګورئ. ستاسو د پېدايښت نه مخکښې وخت، او وروستو وخت او زمانې ته وګورئ کله چې مالِک خُدائ بنى آدم په زمکه پېدا کړو. ټوله دُنيا ولټوئ. د دې په شان لوئ کار مخکښې کله هم شوے دے څۀ؟ ولې مخکښې چا د دې په شان څۀ اورېدلى دى؟</verse>
				<verse number="33">داسې څۀ خلق شته چې هغوئ د اور نه د يو خُدائ خبرې اورېدلې وى او ژوندى پاتې وى لکه ستاسو په شان؟</verse>
				<verse number="34">بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل.</verse>
				<verse number="35">مالِک خُدائ تاسو ته دا وښودل چې دا ثابِته شى چې يواځې هغه خُدائ پاک دے او بې له هغۀ نه بل نشته.</verse>
				<verse number="36">هغۀ په تاسو باندې د آسمان نه خپل آواز واورېدو چې هغه ستاسو تربيت وکړى، او هغۀ دلته په زمکه باندې په تاسو خپل مقدس اور وليدلو او د دې نه يې تاسو سره خبرې وکړې.</verse>
				<verse number="37">ځکه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره مينه کوله، هغۀ تاسو غوره کړئ او د خپل لوئ طاقت سره هغۀ په خپله تاسو د مِصر نه راوويستلئ.</verse>
				<verse number="38">کله چې تاسو مخ په وړاندې روان وئ، نو هغۀ هغه قومونه وشړل چې ستاسو نه لوئ او طاقتور وُو، چې هغه تاسو د هغوئ مُلک ته راولى او در يې کړى، کوم مُلک چې نن هم ستاسو دے.</verse>
				<verse number="39">نو نن دا خبره ياده ساتئ او هيڅکله يې مۀ هېروئ. مالِک خُدائ هغه خُدائ پاک دے چې په آسمان کښې او لاندې په زمکه کښې موجود دے. بل يو خُدائ هم نشته.</verse>
				<verse number="40">د هغۀ ټول قانون ومنئ کوم چې نن ما تاسو له درکړے دے، نو ستاسو او ستاسو د اولاد به هر کار سم وى. په هغه مُلک کښې به اوسېږئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک همېشه دپاره تاسو له درکوى.“</verse>
				<verse number="41">بيا موسىٰ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته درې ښارونه بېل کړل.</verse>
				<verse number="42">کله چې څوک په غلطۍ سره داسې څوک ووژنى چې دشمنى يې ورسره نۀ وى نو قاتِل به د دې ښارونو نه يو ښار ته د پناه دپاره وتښتى او خپل ژوند به بچ کړى.</verse>
				<verse number="43">د لوړې علاقې په بيابان کښې د بصر ښار، د روبين قبيلې دپاره وو، د جِلعاد په علاقې کښې، د رامات ښار د جاد قبيلې دپاره وو، د بسن په علاقه کښې، جولان د منسى قبيلې دپاره وو.</verse>
				<verse number="44">موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک قانون او اصُول وښودل.</verse>
				<verse number="45">دا د هغې نه وروستو وُو چې هغوئ د مِصر نه راوتلى وُو او هغوئ د اُردن سيند په نمرخاتۀ طرف، بيت‌فعور ښار ته مخامخ په مېدان کښې وُو، چې هغوئ له يې دا قانون ورکړو. دا په هغه علاقه کښې وُو کومه چې د امورى بادشاه سيحون وه، هغۀ د حسبون په ښار کښې بادشاهى کوله. موسىٰ او اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راووتل نو هغۀ له يې شکست ورکړو.</verse>
				<verse number="46"></verse>
				<verse number="47">هغوئ د هغۀ او د بسن بادشاه عوج په مُلک قبضه وکړه، دا د اموريانو بل بادشاه وو چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته اوسېدو.</verse>
				<verse number="48">دا مُلک د ارنون سيند په غاړه، د عروعير ښار نه واخله، د سِريون غرۀ پورې خور وو، کوم چې حرمون دے.</verse>
				<verse number="49">په دې کښې هغه ټوله علاقه هم شامله وه چې د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د مالګې درياب پورې وه او د پِسګه د غرۀ تر لمنې پورې وه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">موسىٰ ټول اِسرائيليان راغونډ کړل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو. دې قانون ته غوږ ونيسئ کوم چې نن زۀ تاسو له درکوم. دا زده کړئ او وګورئ چې خامخا به ورباندې عمل وکړئ.</verse>
				<verse number="2">د سينا په غرۀ باندې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يو لوظ وکړو،</verse>
				<verse number="3">هغه لوظ نۀ صِرف زمونږ د پلار نيکۀ سره وو، بلکې زمونږ ټولو سره وو کوم چې نن ژوندى يُو.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ هلته په غرۀ باندې د اور نه تاسو سره مخامخ خبرې وکړې.</verse>
				<verse number="5">په هغه وخت کښې زۀ ستاسو او مالِک خُدائ په مينځ کښې د مينځګړى په شان د دې دپاره ولاړ وم چې هغه څۀ ووائى نو زۀ به يې تاسو ته ووايم، ځکه چې تاسو د اور نه يرېدئ او غرۀ ته ونۀ ختلئ. مالِک خُدائ وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="6">زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.</verse>
				<verse number="7">زما نه غېر د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="8">د ځان دپاره د داسې يو څيز په شکل هم بُتان مۀ جوړَوئ چې هغه پاس په آسمان کښې وى يا لاندې په زمکه باندې وى او يا د زمکې د لاندې په اوبو کښې وى.</verse>
				<verse number="9">يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو غېرتى خُدائ پاک يم. زۀ د پلار نيکۀ د ګناه سزا د هغوئ اولاد له تر درېم او څلورم نسله پورې ورکوم څوک چې زما نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="10">خو زۀ د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته خپله مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى او زما حُکمونه منى.</verse>
				<verse number="11">زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ استعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بې‌ځايه اخلى.</verse>
				<verse number="12">د سبت ورځ ياده لرئ او دا مقدسه وګڼئ، هم هغه شان لکه څنګه چې ما، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک حُکم کړے دے.</verse>
				<verse number="13">په شپږو ورځو کښې تاسو خپل کار روزګار کوئ،</verse>
				<verse number="14">خو اوومه ورځ د آرام ورځ ده چې ما ته وقف ده. په هغه ورځ به هيڅ څوک کار نۀ کوى، نۀ تاسو، نۀ ستاسو بچى، نۀ ستاسو غلامان، نۀ ستاسو ځناور او نۀ هغه مسافر چې ستاسو په مُلک کښې اوسيږى. ستاسو غلامان به هم هغه شان آرام کوى لکه څنګه چې تاسو کوئ.</verse>
				<verse number="15">هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او ما، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک د خپل لوئ طاقت او قوت سره آزاد کړئ. نو ځکه زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د سبت ورځ ياده لرئ.</verse>
				<verse number="16">د خپل مور او پلار عزت کوئ، لکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکوم، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې درکوم.</verse>
				<verse number="17">قتل مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="18">زنا مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="19">غلا مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="20">د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.</verse>
				<verse number="21">د بل سړى د ښځې خواهش مۀ کوئ، د هغۀ د کور، د هغۀ د زمکې، د هغۀ د نوکرانو، د هغۀ د څاروو، د هغۀ د خرونو، يا د بل داسې يو شى لالچ هم مۀ کوئ کوم چې د هغۀ وى.</verse>
				<verse number="22">کله چې تاسو د غرۀ سره راغونډ وئ نو دا حُکمونه مالِک خُدائ تاسو ټولو له درکړل. کله چې هغۀ د اور نه او د تکې تورې وريځې نه په يو دروند آواز سره خبرې وکړې نو هم دغه حُکمونه يې درکړل. بيا هغۀ دا د کاڼو په دوه تختو وليکل او ما له يې راکړل.</verse>
				<verse number="23">کله چې ټول غر اور اخستے وو او تاسو د تيارې نه آواز واورېدو، نو ستاسو د قبيلو مشران ما له راغلل</verse>
				<verse number="24">او هغوئ ووئيل چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته خپله لوئى او جلال په هغه وخت وښودلو چې د اور نه مو د هغۀ خبرې اورېدلې. مونږ ته نن دا پته ولګېده چې کۀ خُدائ پاک د يو انسان سره خبرې وکړى نو هغه انسان بيا هم ژوندے پاتې کېدے شى.</verse>
				<verse number="25">خو مونږ ولې خپل ځانونه د مرګ په خطره کښې واچوو؟ هغه لوئ اور به مونږ تباه کړى. زمونږ دا يقين دے کۀ چرې بيا مونږ د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک خبرې واورېدلې نو مړۀ به شُو.</verse>
				<verse number="26">داسې يو انسان شته څۀ چې هغۀ د اور نه د ژوندى خُدائ پاک خبرې اورېدلې وى او بيا هم ژوندے پاتې وى؟</verse>
				<verse number="27">موسىٰ، واپس لاړ شه او هغه هر څۀ په غور سره واوره څۀ چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک فرمائى. بيا واپس راشه او چې هغۀ درته څۀ وئيلى وى نو هغه مونږ ته ووايه. مونږ به هغې ته غوږ ونيسو او عمل به پرې وکړُو.</verse>
				<verse number="28">کله چې مالِک خُدائ دا واورېدل، نو هغۀ ما ته وفرمائيل، ما د دې خلقو خبرې اورېدلې دى او هغوئ بلکل ټيک وائى.</verse>
				<verse number="29">کاش چې هغوئ همېشه صِرف هم دغه شان احساس لرلے. کاش چې هغوئ همېشه زما درناوے کولے او زما ټول حُکمونه يې منلے، نو چې د هغوئ او د هغوئ د اولاد به همېشه دپاره هر څۀ سم وے.</verse>
				<verse number="30">لاړ شه او هغوئ ته ووايه چې واپس خپلو خېمو ته لاړ شى.</verse>
				<verse number="31">خو موسىٰ، تۀ، زما سره ايسار شه او زۀ به تا له زما ټول حُکمونه درکړم. هغه بيا خلقو ته وښايه، چې هغوئ په دې باندې په هغه مُلک کښې عمل کوى کوم چې هغوئ له ورکوم.</verse>
				<verse number="32">بنى اِسرائيلو، ګورئ چې تاسو هغه هر څۀ وکړئ د کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکړے دے. او د دې قانون نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ.</verse>
				<verse number="33">په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ د کوم قبضه کولو له چې تاسو روان يئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">دا ټول هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما له حُکم راکړے دے چې تاسو ته يې وښايم. چې په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې تاسو ورننوځئ او قبضه پرې کوئ.</verse>
				<verse number="2">او چې تر کومې پورې تاسو، ستاسو بچى او ستاسو نمسى ژوندى وى نو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه خامخا يرېږئ. کۀ تاسو د هغۀ په ټول قانون عمل وکړو کوم چې زۀ تاسو له درکوم نو په هغه مُلک کښې به ستاسو عُمر زيات شى.</verse>
				<verse number="3">اے بنى اِسرائيلو، غوږ شئ. او په دې حُکمونو باندې عمل کوئ نو ستاسو هر کار به سم وى او په هغه مُلک کښې به مو ډېر اولاد پېدا شى چې زرخيزه او آباد دے، لکه څنګه چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک، تاسو سره وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="4">اے بنى اِسرائيله واوره. مالِک زمونږ مالِک خُدائ واحد ذات دے.</verse>
				<verse number="5">تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ.</verse>
				<verse number="6">کوم حُکمونه چې درکوم نو هغه په ياده ياد کړئ.</verse>
				<verse number="7">خپلو بچو ته دا بيا بيا وريادوئ. کۀ په کور کښې ناست يئ يا په لاره روان يئ، چې څملئ يا پاڅئ، نو د دې په حقله د هغوئ سره خبرې کوئ.</verse>
				<verse number="8">دا په خپلو مټو او په خپلو تندو باندې وتړئ چې ستاسو دپاره د يادېدو د نښې په شان وى.</verse>
				<verse number="9">دا د خپلو کورونو په درشلو او د خپلو ښارونو په دروازو وليکئ.</verse>
				<verse number="10">لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره لوظ کړے دے، هغه به تاسو له لوئ لوئ او ښائسته ښارونه درکړى کوم چې تاسو نۀ وى جوړ کړى.</verse>
				<verse number="11">کورونه به مو د ښو ښو څيزونو نه ډک وى چې کوم تاسو په کښې اېښى نۀ وى او هلته به کوهى وى چې تاسو کنستلى نۀ وى او د انګورو او زيتُونو باغونه به وى چې تاسو کَرلى نۀ وى. کله چې مالِک خُدائ تاسو دې مُلک ته راولى نو ستا دپاره به خوراک ډېر وى او تاسو به ماړۀ شئ،</verse>
				<verse number="12">نو پام کوئ چې مالِک خُدائ هېر نۀ کړئ کوم چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، تش د هغۀ عبادت کوئ او صِرف د هغۀ په نوم قسم خورئ.</verse>
				<verse number="14">د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ، د هغه خلقو د معبودانو کوم چې ستاسو په خوا او شا کښې وى.</verse>
				<verse number="15">ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم چې تاسو سره اوسيږى، هغه يو غېرتى خُدائ پاک دے. د هغۀ غضب به په تاسو راشى او هغه به د زمکې مخ نه تاسو ورک کړى.</verse>
				<verse number="16">تاسو په خپل مالِک خُدائ آزمېښت مۀ کوئ، لکه څنګه چې تاسو هغه په مسه کښې وآزمائيلو.</verse>
				<verse number="17">پام کوئ چې د هغۀ په ټول قانون عمل کوئ کوم چې هغۀ تاسو له درکړے دے.</verse>
				<verse number="18">د مالِک خُدائ په نظر کښې چې څۀ صحيح او ښۀ وى نو هم هغه کوئ، نو ستاسو هر يو کار به سم وى. تاسو به هغه آبادې زمکې ته ورننه وځئ او ستاسو به شى چې مالِک خُدائ ستاسو پلار نيکۀ سره د هغې وعده کړې ده،</verse>
				<verse number="19">او لکه چې هغۀ څنګه وعده کړې ده، تاسو به خپل دشمنان د هغه ځائ نه وشړئ.</verse>
				<verse number="20">په راتلونکى زمانه کښې کله چې بچى درنه تپوس کوى چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د دې ټول قانون د منلو حُکم مونږ له ولې راکړے دے؟</verse>
				<verse number="21">نو هغوئ ته ووايئ چې مونږ په مِصر کښې د فِرعون غلامان وُو او مالِک خُدائ د خپل لوئ طاقت سره مونږ بچ کړُو.</verse>
				<verse number="22">مونږ په خپلو سترګو وليدل چې هغۀ مِصريانو، فِرعون او د هغۀ ټولو آفسرانو ته خپلې معجزې او يروونکى کارونه وښودل.</verse>
				<verse number="23">هغۀ مونږ د مِصر نه آزاد کړُو چې دلته مو راولى او دا مُلک راکړى، لکه چې څنګه هغۀ زمونږ پلار نيکۀ سره وعده کړې وه.</verse>
				<verse number="24">بيا مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته حُکم وکړو چې د هغۀ په ټول قانون به عمل کوُو او د هغۀ درناوے به کوُو. کۀ مونږ داسې وکړل نو زمونږ قوم به همېشه د هغۀ د نظر لاندې وى او کاميابى به زمونږه وى.</verse>
				<verse number="25">کۀ مونږ په وفادارۍ سره په هغه هر څۀ عمل وکړُو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې مونږ ته حُکم کړے دے، نو هغه به زمونږ نه رضا وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو هغه مُلک ته وردننه کړى چې د کوم قبضه کولو له ورروان يئ او هغه به د دې نه ډېر قومونه وشړى. کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ، نو هغه به اووۀ قومونه وشړى کوم چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. هغوئ حِتيان، جرجاسيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان دى.</verse>
				<verse number="2">کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغه خلقو زورَور کړى او شکست ورکړئ، نو هغوئ ټول ووژنئ. د هغوئ سره لوظ مۀ کوئ او چې هيڅ رحم ورباندې ونۀ کړئ.</verse>
				<verse number="3">د هغوئ سره ودونه مۀ کوئ او خپل اولاد هغوئ سره ودونو ته مۀ پرېږدئ،</verse>
				<verse number="4">ځکه چې هغوئ به بيا ستاسو اولاد د مالِک خُدائ نه واړوى چې د هغوئ د معبودانو عبادت به کوى. نو بيا به د مالِک خُدائ غضب په تاسو راشى او تاسو به سمدستى تباه کړى.</verse>
				<verse number="5">د هغوئ د قربان‌ګاه ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې ټوټې ټوټې کړئ، د هغوئ د اشيرې بُت نښې راوغورزوئ او د هغوئ بُتان وسوزوئ.</verse>
				<verse number="6">تاسو د مالِک خُدائ يعنې د خُدائ پاک مقدس خلق يئ. نو هغۀ د زمکې د مخ نه خوښ کړئ چې د هغۀ خپل خاص خلق اوسئ.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ تاسو سره د دې دپاره مينه نۀ ده کړې او نۀ يې خوښ کړى يئ چې تاسو د نورو خلقو نه زيات وئ، په حقيقت کښې تاسو د ټولو نه وړوکے قوم وئ.</verse>
				<verse number="8">خو مالِک خُدائ ستاسو سره مينه وکړه او هغه وعده پوره کوى کومه يې چې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه. نو ځکه هغۀ د خپل لوئ طاقت سره تاسو بچ کړئ او د مِصر بادشاه، فِرعون د غلامۍ نه يې آزاد کړئ.</verse>
				<verse number="9">ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، حقيقى خُدائ پاک دے او هغه وفادار دے. هغه به خپل لوظ پوره کړى او د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته به نۀ بدلېدونکې مينه وښائى څوک چې د هغۀ سره مينه لرى او د هغۀ په حُکمونو عمل کوى،</verse>
				<verse number="10">او څوک چې ترې نه نفرت کوى نو په بدل کښې به هغه تباه کړى. هغه به هغه چا له په سزا ورکولو کښې سستى ونۀ کړى څوک چې د هغۀ نه نفرت وکړى.</verse>
				<verse number="11">تاسو ته چې څۀ ښودلے شوى دى نو په هغې عمل وکړئ، نن چې ما کوم قانون درکړے دے په هغې عمل وکړئ.</verse>
				<verse number="12">کۀ تاسو دې حُکمونو ته غوږ ونيسئ او په وفادارۍ سره پرې عمل کوئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو سره خپل لوظ پوره کړى او خپله نۀ بدلېدونکې مينه به درته وښائى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="13">هغه به ستاسو سره مينه کوى او برکت به درکړى، نو ستاسو شمېر به زيات شى او ډېر اولاد به پېدا شى، هغه به ستاسو پټى برکتناک کړى، نو چې ستاسو غله، مے او د زيتُونو تېل به پېدا کړى، او هغه به تاسو له برکت درکړى چې تاسو له ډېر څاروى، چېلۍ او ګډې درکړى. هغه به دا ټول برکتونه تاسو له په هغه مُلک کښې درکړى د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره تاسو له د درکولو وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="14">په دُنيا کښې د يو قوم سره به هم ستاسو په شان ډېر برکتونه نۀ وى. نۀ به ستاسو يو کس او نۀ به ستاسو يو څاروے شنډ ګرځى.</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ به تاسو د ټولو بيمارو نه وساتى، هغه به په تاسو باندې داسې خرابې بيمارۍ نۀ راولى کومې چې تاسو په مِصر کښې ليدلې وې، خو هغه بيمارۍ به ستاسو په ټولو دشمنانو راولى.</verse>
				<verse number="16">هغه هر يو قوم تباه کړئ په کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو زورَور کړى يئ او چې په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړئ. د هغوئ د معبودانو عبادت مۀ کوئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.</verse>
				<verse number="17">په خپل زړۀ کښې دا مۀ وايئ چې دا قومونه ستاسو نه په شمېر کښې زيات دى او هغوئ تاسو نۀ شئ شړلے.</verse>
				<verse number="18">د هغوئ نه مۀ يرېږئ، هغه څۀ راپه ياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په فِرعون او په ټول مِصر وکړل.</verse>
				<verse number="19">هغه سختې وباګانې، معجزې او نښې رايادې کړئ چې تاسو په خپلو سترګو وليدلې او هغه لوئ طاقت او قوت چې د کوم په ذريعه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ. لکه څنګه چې هغۀ مِصريان تباه کړل، نو هغه ټول خلق به هم هغه شان تباه کړى چې تاسو ترې نه يرېږئ.</verse>
				<verse number="20">هغه به په هغوئ وارخطائى ورولېږى او هغه به هغوئ هم تباه کړى چې څوک تښتى او پټيږى.</verse>
				<verse number="21">نو د دې خلقو نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، خُدائ پاک لوئ او يروونکے دے.</verse>
				<verse number="22">چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به دا قومونه لږ لږ شړى. تاسو به هغوئ ټول په يو ځل نۀ شئ شړلے، ځکه کۀ تاسو داسې وکړل، نو ځنګلى ځناور به زيات شى او دا به ستاسو دپاره يوه خطره جوړه شى.</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ به تاسو ستاسو په دشمنانو زورَور کړى او تر هغې پورې به وارخطا وى چې ترڅو تباه شوى نۀ وى.</verse>
				<verse number="24">هغه به د هغوئ په بادشاهانو تاسو زورَور کړى. تاسو به هغوئ ووژنئ او هغوئ به هېر کړے شى. هيڅ څوک به ستاسو مخه نۀ شى نيولے، تاسو به هر يو تباه کړئ.</verse>
				<verse number="25">د هغوئ بُتان وسوزوئ. په دې باندې چې کوم سپين زر يا سرۀ زر لګېدلى وى، د هغې خواهش مۀ کوئ، هغه ترې نه د خپلو ځانونو دپاره مۀ اخلئ. ګنې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د بُت پرستۍ نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="26">هغه بُتان خپلو کورونو ته مۀ راوړئ، ګنې په تاسو به هم هغه لعنت وى کوم چې په هغوئ دے. تاسو خامخا د دې بُتانو نه کرکه کوئ او سپک ورته ګورئ، ځکه چې دا لعنتى دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">ما چې نن کوم قانون درکړے دے په هغه ټول په وفادارۍ سره عمل کوئ، نو چې داسې تاسو ژوندى پاتې شئ او ودان شئ او هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ د هغې وعده ستاسو پلار نيکۀ سره کړې ده.</verse>
				<verse number="2">هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.</verse>
				<verse number="3">هغۀ په تاسو باندې عاجزى او لوږه راوستله، نو بيا هغۀ تاسو له د خوراک دپاره من درکړل، هغه خوراک چې د دې نه مخکښې هيڅکله ستاسو پلار نيکۀ هم نۀ وو خوړلے. هغۀ دا د دې دپاره وکړل چې تاسو ته وښائى چې بنى آدم دې په دې يقين نۀ ساتى چې هغه تش په روټۍ پائى، خو هغه په هره هغه خبره پائى چې د مالِک خُدائ د خولې نه راوځى.</verse>
				<verse number="4">په دې څلوېښتو کالو کښې ستاسو جامې نۀ دى زَړې شوې او نۀ مو پښې پړسېدلې دى.</verse>
				<verse number="5">ياد لرئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو د اصلاح دپاره سزا درکوى لکه چې يو پلار خپلو بچو له تربيت ورکوى.</verse>
				<verse number="6">نو بيا، هم هغه شان کوئ چې څنګه مالِک خُدائ حُکم درکړے دے، د هغۀ د قانون په مطابق ژوند تېروئ او د هغۀ تابعدارى کوئ.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو هغه زرخېز مُلک ته راولى، يو داسې مُلک چې سيندونه او ولې په کښې وى چې د هغه چينو نه وتلې وى چې د درو او غرونو نه بهيږى،</verse>
				<verse number="8">يو داسې مُلک چې غنم، اوربشې، انګور، اينځر، انار، د زيتُونو تېل او شات په کښې پېدا کيږى.</verse>
				<verse number="9">هلته به هيڅکله اوږى نۀ شئ او نۀ به محتاج شئ. د هغې په تيږو کښې اوسپنه شته دے او د هغې غرونو نه تاسو تانبه راويستلے شئ.</verse>
				<verse number="10">تاسو چې د خوراک دپاره څۀ غواړئ هغه هر څۀ به درته ملاويږى او چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم آباد مُلک درکړے دے د هغې دپاره به تاسو د هغۀ شُکر ادا کړئ.</verse>
				<verse number="11">پام کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ، نن چې کوم قانون زۀ درکوم چې په هغې باندې عمل کولو کښې ناکامه نۀ شئ.</verse>
				<verse number="12">کله چې تاسو ته د خوراک دپاره هغه هر څۀ مِلاو شى چې تاسو يې غواړئ او د اوسېدو دپاره ښائسته کورونه جوړ کړئ</verse>
				<verse number="13">کله چې ستاسو څاروى، ګډې، ستاسو سپين زر او سرۀ زر او ستاسو نور هر څيز زيات شى،</verse>
				<verse number="14">نو دا خبره يقينى کړئ چې تاسو مغروره نۀ شئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ چې هغۀ تاسو د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.</verse>
				<verse number="15">هغۀ تاسو د هغه لوئ او يروونکى بيابان په لاره بوتلئ چرته چې زهريله ماران او لړمان وُو. په هغه خُشکه او تږې زمکه کښې هغۀ ستاسو دپاره د سختې تيږې نه اوبۀ روانې کړې.</verse>
				<verse number="16">په بيابان کښې د خوراک دپاره هغۀ تاسو له من درکړل، هغه خوراک چې ستاسو پلار نيکۀ هيڅکله نۀ وو خوړلے. هغۀ په تاسو سختۍ راولېږلې چې تاسو وآزمائى، نو چې داسې په آخر کښې ستاسو هر څۀ سم شى.</verse>
				<verse number="17">پام کوئ چې تاسو په خپل زړۀ کښې دا ونۀ وايئ چې په خپل طاقت او قوت سره تاسو خپل ځانونه مالداره کړى دى.</verse>
				<verse number="18">ياد لرئ دا مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے چې هغۀ تاسو له د مالداره کېدو طاقت درکړے دے. هغه ځکه دا کوى چې هغه تر نن ورځ پورې وفادار دے چې په هغه لوظ ودرېږى کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره کړے وو.</verse>
				<verse number="19">هيڅکله مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک مۀ هېروئ او نۀ چې نورو معبودانو ته واوړئ چې د هغوئ عبادت او خِدمت وکړئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو زۀ نن تاسو له خبردارے درکوم چې بې‌شکه تاسو به تباه شئ.</verse>
				<verse number="20">کۀ چرې تاسو د مالِک خُدائ تابعدارى ونۀ کړئ، نو د هغه قومونو په شان به تاسو تباه شئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مخ په وړاندې تلو سره تباه کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">اے بنى اِسرائيلو واورئ. تاسو به نن د اُردن سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې د هغه قومونو دے چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. د هغوئ ښارونه لوئ لوئ دى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى.</verse>
				<verse number="2">هغه خلق په خپله تکړه او لوړ لوړ دى، هغوئ دېوان دى او تاسو دا خبره اورېدلې ده چې د هغوئ په مقابله کښې هيڅ څوک نۀ شى ودرېدلے.</verse>
				<verse number="3">خو تاسو به په خپله وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به د بل شوى اور په شان ستاسو نه مخکښې روان وى. چې مخ په وړاندې ځئ نو خُدائ پاک به هغوئ له شکست ورکړى، هغوئ به وشړئ او زر به يې تباه کړئ، هم هغه شان چې څنګه هغۀ وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="4">کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ ستاسو دپاره د هغه مُلک نه وباسى، نو په خپل زړۀ کښې داسې مۀ وايئ چې ګنې تاسو نېک خلق يئ او د دې دپاره يې راوستلئ چې دا مُلک ستاسو شى. داسې نۀ ده، مالِک خُدائ دا خلق ستاسو دپاره ځکه وباسى چې هغوئ بدکاره دى.</verse>
				<verse number="5">په دې وجه نۀ چې تاسو نېک عمله او ښۀ خلق يئ خو مالِک خُدائ تاسو پرېږدى چې د هغوئ مُلک ونيسئ. هغه به هغوئ وشړى ځکه چې هغوئ بدعمله خلق دى او د هغۀ اراده دا ده چې ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، او يعقوب سره يې کومه وعده کړې وه هغه پوره کړى.</verse>
				<verse number="6">ځان په دې ښۀ پوهه کړئ چې مالِک خُدائ دا زرخيزه مُلک تاسو له ستاسو د ښۀ‌والى په وجه نۀ درکوى بلکې تاسو خو ضدى خلق يئ.</verse>
				<verse number="7">دا خبره مۀ هېروئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په بيابان کښې تاسو څنګه غصه کړو. د هغه ورځې نه واخله چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ تر ننه پورې چې دلته راورسېدلئ، تاسو د هغۀ خِلاف بغاوت کړے دے.</verse>
				<verse number="8">د سينا په غرۀ باندې هم تاسو مالِک خُدائ دومره غصه کړو چې ستاسو بربادولو ته تيار وو.</verse>
				<verse number="9">زۀ غرۀ ته وختلم چې د کاڼو هغه تختې راواخلم چې هغه لوظ ورباندې ليکلے شوے وو کوم چې مالِک خُدائ تاسو سره کړے دے. زۀ هلته بغېر د څۀ خوراک څښاک نه څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې پاتې شوم.</verse>
				<verse number="10">بيا مالِک خُدائ ما له د کاڼو هغه دوه تختې راکړې چې په هغې باندې هغۀ په خپله هغه څۀ ليکلى وُو څۀ يې چې په هغه ورځ د اور نه تاسو ته فرمائيلى وُو چې هلته د غرۀ سره راغونډ وئ.</verse>
				<verse number="11">د هغه څلوېښتو ورځو او څلوېښتو شپو نه وروستو مالِک خُدائ ما له د کاڼو هغه دوه تختې راکړې چې په کومو باندې هغۀ شريعت ليکلے وو.</verse>
				<verse number="12">بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې سمدستى د غرۀ نه کوز شه، ځکه چې ستا خلق کوم چې تا د مِصر نه راوويستل، هغوئ مرتد شوى دى. هغوئ د هغه څۀ نه زر اوړېدلى دى چې ما يې حُکم ورکړے دے او هغوئ د خپلو ځانونو دپاره د سرو زرو يو بُت جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ ما ته دا هم وفرمائيل، ما ته پته ده چې دا څومره ضدى خلق دى.</verse>
				<verse number="14">تۀ د هغوئ دپاره ما ته مِنت ونۀ کړې. زۀ هغوئ تباه کوم او هيڅ څوک به يې بيا نوم وانۀ خلى. نو زۀ به تا د داسې قوم پلار جوړ کړم چې د دوئ نه به لوئ او طاقتور وى.</verse>
				<verse number="15">نو زۀ واپس شوم او د غرۀ نه راکوز شوم، هغه د کاڼو دوه تختې مې راروانې کړې وې چې په کومو باندې شريعت ليکلے شوے وو. د غر نه د اور لمبې ختلې.</verse>
				<verse number="16">ما ته پته ولګېده چې تاسو د هغه حُکم نافرمانى کړې ده کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے وو او تاسو د هغۀ خِلاف ګناه کړې وه چې د سخى په شکل کښې مو د سرو زرو بُت جوړ کړے وو.</verse>
				<verse number="17">نو هلته ستاسو په مخکښې ما د کاڼو تختې راوغورزولې او ټوټې ټوټې مې کړې.</verse>
				<verse number="18">نو يو ځل بيا زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې پړمخې پرېوتم او نۀ مې څۀ خوړل او نۀ مې څۀ څښل. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه او هغه مو غصه کړے وو.</verse>
				<verse number="19">زۀ د مالِک خُدائ د سخت قهر نه ويرېدم، ځکه چې هغه دومره غصه وو چې تاسو تباه کړى، خو مالِک خُدائ يو ځل بيا زما واورېدل.</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ هارون ته هم دومره غصه وو چې وې وژنى، نو په هغه وخت ما د هارون دپاره هم دُعا وکړه.</verse>
				<verse number="21">ما هغه د ګناه نه ډک څيز يعنې د سرو زرو سخے واخستو کوم چې تاسو جوړ کړے وو او په اور کښې مې واچولو. بيا ما دا ټوټې ټوټې کړو، د اوړو په شان مې مېده کړو او هغه مې په هغه وَله کښې وغورزولو چې د غر نه لاندې بهېده.</verse>
				<verse number="22">کله چې تاسو په تبيعره، مسه، قبروت هتاوه کښې وئ نو تاسو هلته هم مالِک خُدائ غصه کړے وو.</verse>
				<verse number="23">او چې کله هغۀ تاسو د قادِس برنيع نه د دې حُکمونو سره ولېږلئ چې لاړ شئ او هغه مُلک ونيسئ کوم يې چې تاسو له درکولو، نو تاسو د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه، تاسو په هغۀ يقين ونۀ کړو او نۀ مو د هغۀ فرمانبردارى وکړه.</verse>
				<verse number="24">چې د کوم وخت نه ما تاسو پېژندلى يئ، تاسو د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى کړې ده.</verse>
				<verse number="25">نو په هغه څلوېښتو ورځو او څلوېښتو شپو کښې زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې پړمخې پروت وم، دا ځکه چې ما ته پته وه چې هغه ستاسو د تباه کولو اراده لرى.</verse>
				<verse number="26">او ما دُعا وکړه، اے مالِکه خُدايه، خپل خلق مۀ تباه کوه، هغه خلق چې تا بچ کړل او د خپل لوئ طاقت او قوت سره دې د مِصر نه راوويستل.</verse>
				<verse number="27">خپل خِدمت کوونکے اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب راياد کړه او د دې خلقو ضد، بدکارۍ او ګناه ته مۀ ګوره.</verse>
				<verse number="28">ګنې، مِصريان به ووائى چې تۀ د دې جوګه نۀ يې چې خپل خلق هغه مُلک ته بوځې چې د هغوئ سره دې وعده کړې ده. هغوئ به ووائى چې تا خپل خلق بيابان ته د دې دپاره بوتلل چې هغوئ ووژنې، ځکه چې تا د هغوئ نه نفرت کولو.</verse>
				<verse number="29">د دې هر څۀ نه علاوه، دا هغه خلق دى چې تا خوښ کړل چې ستا خپل خلق شى او د خپل لوئ طاقت او قوت سره دې هغوئ د مِصر نه راوويستل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">په هغه وخت کښې مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او يو د لرګى صندوق جوړ کړه چې هغه تختې په کښې کېږدې. په غر باندې ما ته راوخېژه،</verse>
				<verse number="2">او زۀ به په هغې باندې هم هغه څۀ وليکم څۀ چې ما په هغه تختو باندې ليکلى وُو چې تا ماتې کړې او بيا به تۀ هغه په صندوق کښې کېږدې.“</verse>
				<verse number="3">نو ما د کيکر لرګى نه يو صندوق جوړ کړو او د اولنو په شان مې د کاڼى دوه تختې جوړې کړې او د ځان سره مې غر ته وخېژولې.</verse>
				<verse number="4">بيا مالِک خُدائ په هغه تختو باندې هم هغه خبرې وليکلې کومې چې هغۀ په وړومبى ځل ليکلې وې، دا هغه لس حُکمونه وُو چې تاسو له يې په هغه ورځ درکړل چې د غر سره راغونډ وئ او هغۀ د اور نه خبرې وکړې. مالِک خُدائ ما له تختې راکړې.</verse>
				<verse number="5">او زۀ د غرۀ نه راکوز شوم څنګه چې مالِک خُدائ ما ته حُکم کړے وو، نو تختې مې په صندوق کښې کېښودلې. او هغه تختې تر اوسه پورې په صندوق کښې پرتې دى.“</verse>
				<verse number="6">بنى اِسرائيل د يعقان د خلقو د کُوهو نه روان شول او موسيره ته لاړل. او هلته هارون په حق ورسېدو او دفن شو او د هغۀ زوئ اِلى‌عزر د هغۀ په ځائ د اِمام په توګه خِدمت کولو.</verse>
				<verse number="7">د هغه ځائ نه هغوئ جدجوده او بيا يُطباته ته لاړل، هغه مُلک چې د اوبو ډېر نِهرونه په کښې دى.</verse>
				<verse number="8">په هغه وخت مالِک خُدائ د ليوى قبيلې سړى مقرر کړل چې د لوظ صندوق وړى او د اِمامانو په توګه د هغۀ خِدمت کوى او د هغۀ په نوم برکت غواړى. او تر اوسه پورې د هغوئ دا ذمه وارۍ دى.</verse>
				<verse number="9">نو د ليوى قبيلې ته د نورو قبيلو په شان زمکه مِلاو نۀ شوه، مالِک خُدائ په خپله د هغوئ ميراث وو هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وعده کړې وه.</verse>
				<verse number="10">”د وړومبى ځل په شان زۀ په غر باندې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې ايسار شوم، مالِک خُدائ يو ځل بيا زما خبرې ته غوږ ونيولو او په دې رضا شو چې تاسو به نۀ تباه کوى.</verse>
				<verse number="11">بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې پاڅم او ستاسو لارښودنه وکړم، چې تاسو هغه مُلک ونيسئ چې د کوم وعده يې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه.</verse>
				<verse number="12">اوس، اے بنى اِسرائيلو، هغه څۀ واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې ستاسو نه غواړى. د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، د هغۀ پوره تابعدارى کوئ، د هغۀ سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ خِدمت کوئ،</verse>
				<verse number="13">او د هغۀ ټول قانون منئ. دا زۀ نن ستاسو د فائدې دپاره درکوم.</verse>
				<verse number="14">ګورئ، دا اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى، دا زمکه او په دې کښې هر څۀ د هغۀ دى.</verse>
				<verse number="15">خو د مالِک خُدائ مينه ستاسو پلار نيکۀ سره دومره زياته وه چې د نورو خلقو په ځائ يې تاسو خوښ کړئ او تر اوسه پورې د هغۀ غوره خلق يئ.</verse>
				<verse number="16">نو د اوس نه د مالِک خُدائ تابعداره اوسئ او خپل ضد پرېږدئ.</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د معبودانو خُدائ پاک او د مالِکانو مالِک خُدائ دے. هغه لوئ او طاقتور دے، د هغۀ نه يره په کار ده. هغه نۀ د چا طرفدارى کوى او نۀ رشوت اخلى.</verse>
				<verse number="18">هغه دا ګورى چې د يتيمانو او کونډو سره ښۀ سلوک کيږى او کۀ نه، هغه د مسافرو سره مينه کوى کوم چې زمونږ خلقو سره اوسيږى او هغوئ له خوراک او جامې ورکوى.</verse>
				<verse number="19">نو د مسافرو سره مينه کوئ، ځکه چې په يو وخت کښې تاسو هم د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ.</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه يرېږئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ. د هغۀ وفادار اوسئ او صِرف د هغۀ په نوم قسم خورئ.</verse>
				<verse number="21">د هغۀ ثناء وايئ، هغه ستاسو خُدائ پاک دے او تاسو په خپلو سترګو هغه لوئ او عجيبه کارونه ليدلى دى چې ستاسو دپاره يې کړى دى.</verse>
				<verse number="22">کله چې ستاسو پلار نيکۀ مِصر ته لاړل، هغوئ صِرف اويا کسان وُو. خو اوس مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د آسمان د ستورو په شان بې‌شمېره کړى يئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د هغۀ ټولې مطالبې، اصُول، قانون او حُکمونه منئ.</verse>
				<verse number="2">چې تاسو د مالِک خُدائ په حقله څۀ زده کړى دى نو هغه اوس ياد ساتئ. ستاسو په بچو نه بلکې په تاسو پخپله دا واقعې تېرې شوې. تاسو د مالِک خُدائ لوئى، د هغۀ طاقت، د هغۀ قوت،</verse>
				<verse number="3">او د هغۀ معجزې وليدلې. تاسو وليدل چې هغۀ د مِصر په بادشاه فِرعون او د هغۀ په ټول مُلک باندې څۀ وکړل.</verse>
				<verse number="4">تاسو وليدل چې مالِک خُدائ د مِصريانو لښکر، سره د هغوئ د آسونو او جنګى ګاډو څنګه تباه کړل او په بحرِقُلزم کښې يې ډُوب کړل کله چې هغوئ تاسو پسې وُو.</verse>
				<verse number="5">تاسو ته پته ده چې مالِک خُدائ ستاسو دې ځائ ته رارسېدو نه مخکښې په بيابان کښې څۀ وکړل.</verse>
				<verse number="6">هغه راياد کړئ چې د روبين قبيلې د اِلياب د زامنو، داتن او ابيرام سره يې څۀ وکړل. د ټولو په مخکښې زمکه وچاوده او هغوئ يې سره د خپلو کورَنو، د خپلو خېمو او د هغوئ د ټولو نوکرانو او ځناورو تېر کړل.</verse>
				<verse number="7">آو، تاسو هم هغه خلق يئ چې په خپلو سترګو مو هغه ټول کارونه ليدلى دى څۀ چې مالِک خُدائ کړى وُو.</verse>
				<verse number="8">نن چې زۀ کوم قانون درکوم په هغه ټول عمل کوئ، نو تاسو ته به طاقت مِلاو شى چې د سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک قبضه کړئ کوم ته چې تاسو وردننه کېدونکى يئ.</verse>
				<verse number="9">نو تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو پلار نيکۀ او د هغوئ اولاد له يې د ورکولو وعده کړې ده، هغه مُلک چې زرخېزه او آباد دے.</verse>
				<verse number="10">کوم مُلک چې تاسو قبضه کوئ هغه مُلک د مِصر په شان نۀ دے، چرته چې تاسو مخکښې اوسېدئ. هلته به چې تاسو تخم کَرلو، نو د پټو اوبو کولو دپاره به تاسو سخته خوارى کوله،</verse>
				<verse number="11">خو چې تاسو کومې زمکې ته ورننوځئ هغه د غرونو، مېدانونو مُلک دے، يو داسې مُلک چې په باران اوبۀ کيږى.</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې مُلک خيال ساتى او د کال په هر موسم کښې يې ورباندې نظر وى.</verse>
				<verse number="13">نو کۀ تاسو زما په حُکمونو په وفادارۍ سره عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى، او تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت کوئ،</verse>
				<verse number="14">نو بيا به هغه ستاسو په مُلک کښې په صحيح موسم کښې، په خزان او سپرلى کښې بارانونه ووروى، نو تاسو به د زيتُونو تېل، غله او انګور راټولوئ،</verse>
				<verse number="15">او د څاروو دپاره به واښۀ درته ملاويږى. او ستا دپاره به خوراک ډېر وى او تاسو به ماړۀ شئ.</verse>
				<verse number="16">پام کوئ، چې خپل زړونه مو دوکه نۀ کړى چې د مالِک خُدائ نه واوړئ او د نورو معبودانو خِدمت او عبادت وکړئ.</verse>
				<verse number="17">کۀ تاسو داسې وکړل نو مالِک خُدائ به تاسو ته په قهر شى. هغه به د آسمان نه په تاسو باران بند کړى او ستاسو زمکه به اوچه شى او فصلونه به نۀ راشنۀ کوى. بيا به تاسو زر هلته مړۀ شئ، اګر چې هغه زمکه ښۀ ده کومه چې تاسو له درکوى.</verse>
				<verse number="18">دا حُکمونه ياد ساتئ او په ذهن کښې يې وساتئ. دا په خپلو مټو او خپلو تندو باندې وتړئ چې ستاسو دپاره د يادېدو د يوې نښې په شان وى.</verse>
				<verse number="19">دا په خپلو ماشومانو زده کړئ. چې تاسو په کور کښې يئ او يا په لاره روان يئ، چې تاسو څملئ او يا پاڅئ نو د دې په حقله د هغوئ سره خبرې کوئ.</verse>
				<verse number="20">دا د خپلو کورونو په درشلو او د خپلو ښارونو په دروازو وليکئ.</verse>
				<verse number="21">نو تاسو او ستاسو بچى به په هغه مُلک کښې يو اوږد عُمر تېر کړى چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ سره د هغې د ورکولو وعده کړې ده. تر څو چې زمکه او آسمان وى نو تاسو به هلته اوسېږئ.</verse>
				<verse number="22">ما چې کوم حُکمونه درکړى دى په هغې باندې په ايماندارۍ سره عمل کوئ يعنې، مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ په لاره سم روان اوسئ او د هغۀ نه مۀ لرې کېږئ،</verse>
				<verse number="23">نو چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به هغه ټول قومونه وشړى او تاسو به هغه مُلک قبضه کړئ کوم چې د هغه قومونو دے چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى.</verse>
				<verse number="24">تاسو چې چرته هم قدم ږدئ، نو هغه زمکه به ستاسو وى. ستاسو علاقه به د بيابان نه تر لبنان پورې، د فرات د سيند نه واخله د مديترانى د سمندر پورې خوره وى.</verse>
				<verse number="25">په هغه مُلک کښې چې تاسو چرته هم ځئ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه خلق ستاسو نه ويروى لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده او هيڅ څوک به هم ستاسو په مخکښې نۀ شى ودرېدلے.</verse>
				<verse number="26">ګورئ، زۀ نن تاسو خپلې خوښې ته پرېږدم چې برکت غواړئ او کۀ لعنت،</verse>
				<verse number="27">برکت به په دې کښې وى، چې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په هغه حُکمونو عمل کوئ چې نن يې زۀ درکوم،</verse>
				<verse number="28">لعنت به په دې کښې وى، چې تاسو د دې حُکمونو نافرمانى وکړئ او د هغه معبودانو عبادت ته واوړئ چې تاسو مخکښې نۀ دى پېژندلى.</verse>
				<verse number="29">کله چې مالِک خُدائ تاسو هغه مُلک ته راولى کوم چې تاسو قبضه کوئ، نو د برکت آواز به تاسو د ګِرزيم غر نه وکړئ او د لعنت آواز به د عيبال غر نه وکړئ.</verse>
				<verse number="30">دا دوه غرونه د کنعانيانو په علاقه کښې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته دى، کنعانيان د اُردن په مېدان کښې اوسيږى، چې جِلجال ښار ته نزدې دے او د موره مقدسو ونو نه لرې نۀ دے.</verse>
				<verse number="31">زر به تاسو د اُردن سيند نه واوړئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى. کله چې هغه مُلک ونيسئ او په کښې اوسېږئ،</verse>
				<verse number="32">نو ګورئ، په هغه ټولو حُکمونو به عمل کوئ کوم چې نن زۀ درکوم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">موسىٰ وفرمائيل چې، ”دا هغه حُکمونه دى چې تاسو به په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې درکوى. چې تاسو ژوندى يئ نو خامخا به ورباندې عمل کوئ.</verse>
				<verse number="2">کوم مُلک چې تاسو نيسئ په هغې کښې هغه ټول ځايونه تباه کړئ چرته چې هغه خلق په لوړو غرونو، په غونډو او د لويو شنو ونو لاندې د خپلو معبودانو عبادت کوى.</verse>
				<verse number="3">د هغوئ د قربانۍ ځايونه وران کړئ او د هغوئ د کاڼو مقدسې ستنې ټوټې ټوټې کړئ. د هغوئ د اشيرې بُت نښې وسوزوئ او د هغوئ بُتان ټوټې ټوټې کړئ او د هغه ځايونو نه د هغوئ د بُتانو نوم نشان ختم کړئ.</verse>
				<verse number="4">د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت هغه شان مۀ کوئ لکه څنګه يې چې هغوئ کوى.</verse>
				<verse number="5">خو مالِک خُدائ به د ستاسو ټولو قبيلو د علاقې نه يو ځائ خوښ کړى، هلته به خلق د هغۀ حضور ته راځى او د هغۀ عبادت به کوى.</verse>
				<verse number="6">هلته به خپلې سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ، خپله لسمه حِصه او مقدسې نذرانې، خپلې منښتې، خپلې رضاکارانه نذرانې او د خپلو څاروو او ګډو وړومبى پېدا شوى بچى پېش کوئ.</verse>
				<verse number="7">هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې تاسو او ستاسو خاندان به خوراک کوئ او د هغه هر څيز نه به پوره خوند اخلئ چې تاسو د هغې دپاره محنت کړے وى. ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له برکت درکړے دے.</verse>
				<verse number="8">کله چې هغه وخت راشى، نو تاسو چې داسې کارونه ونۀ کړئ لکه چې دلته يې کوئ. تر اوسه پورې چې تاسو ته څۀ ښۀ ښکارېدل نو هم هغه شان مو کول،</verse>
				<verse number="9">ځکه چې تاسو ته هغه ميراث لا نۀ دے مِلاو شوے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، چې هلته به تاسو په امن کښې اوسېږئ.</verse>
				<verse number="10">کله چې تاسو د اُردن سيند نه واوړئ، نو مالِک خُدائ به هغه مُلک تاسو له په ميراث کښې درکړى. هغه به تاسو د خپلو ټولو دشمنانو نه په حِفاظت کښې وساتى او تاسو به په امن کښې اوسېږئ.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى.</verse>
				<verse number="12">د خپلو بچو سره، خپلو نوکرانو او د ليويانو سره چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، هلته د هغۀ په حضور کښې خوشحالى کوئ، ياد لرئ چې د ليويانو به په زمکه کښې هيڅ ميراث نۀ وى.</verse>
				<verse number="13">تاسو به خپلې نذرانې هلته نۀ پېش کوئ چې چرته ستاسو خوښه وى،</verse>
				<verse number="14">تاسو به خپلې نذرانې صِرف په هغه يو ځائ کښې پېش کوئ چې مالِک خُدائ به يې ستاسو د يوې قبيلې په علاقه کښې خوښ کړى. صِرف هلته به تاسو خپلې سوزېدونکې نذرانې او نور هغه ټول کارونه کوئ چې ما يې تاسو له حُکم درکړے دے.</verse>
				<verse number="15">چې چرته تاسو اوسېږئ نو تاسو هلته خپل ځناور حلالولے او خوړلے شئ. مالِک خُدائ چې څومره ډېر درکوى نو هغه خوړلے شئ. تاسو ټول کۀ پاک يئ يا ناپاک، هغه خوړلے شئ، لکه څنګه چې تاسو هوسۍ يا د غرڅۍ غوښه خورئ.</verse>
				<verse number="16">خو تاسو به د هغې وينه نۀ څښئ، تاسو به خامخا د هغې وينه لکه د اوبو په زمکه تويَوئ.</verse>
				<verse number="17">څۀ چې تاسو مالِک خُدائ ته پېش کوئ د هغې نه به هيڅ يو څيز په هغه ځايونو کښې نۀ شى خوړلے چرته چې تاسو اوسېږئ، نۀ ستاسو د غلې لسمه حِصه، نۀ خپل مے، نۀ د زيتُونو تېل، نۀ ستاسو د څاروو او ګډو وړومبے پېدا شوے بچے، نۀ د هغه تُحفې نه چې تاسو يې د مالِک خُدائ سره وعده کړې وى، نۀ ستاسو رضاکارانه نذرانې او نۀ نورې نذرانې.</verse>
				<verse number="18">تاسو او ستاسو بچى به، سره د ستاسو نوکرانو او د ليويانو چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، دا نذرانې به صِرف د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې خورئ، صِرف د عبادت په هغه يو ځائ کښې کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوښ کړے وى. او تاسو به هلته په هغه هر څۀ باندې خوشحاله يئ کوم چې تاسو کړى وى.</verse>
				<verse number="19">ګورئ، چې تر کومې پورې تاسو په خپل مُلک کښې اوسېږئ نو چې ليويان هم هېر نۀ کړئ.</verse>
				<verse number="20">کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو علاقه لويه کړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده نو بيا چې کله هم تاسو غواړئ نو هلته غوښه خوړے شئ.</verse>
				<verse number="21">د عبادت هغه يو ځائ کۀ ډېر لرې وى، نو بيا چې ستاسو خوښه وى، نو هغه څاروے يا ګډ حلالولے شئ کوم چې مالِک خُدائ درکړے وى او تاسو هغه غوښه په کور کښې خوړلے شئ، لکه څنګه چې ما تاسو ته وئيلى دى.</verse>
				<verse number="22">هر څوک چې پاک وى يا ناپاک، نو هغه دا غوښه خوړلے شى، لکه څنګه چې هغه د هوسۍ يا غرڅۍ غوښه خورى.</verse>
				<verse number="23">صِرف هغه غوښه مۀ خورئ چې وينه لا په کښې وى، ځکه چې په وينه کښې ژوندون وى، نو تاسو د غوښې سره ژوندون مۀ خورئ.</verse>
				<verse number="24">وينه د خوراک دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د اوبو په شان يې په زمکه تويَوئ.</verse>
				<verse number="25">کۀ تاسو دا حُکم ومنئ، نو مالِک خُدائ به خوشحاله شى او ستاسو او ستاسو د بچو به هر کار سم وى.</verse>
				<verse number="26">خپلې نذرانې او هغه تُحفې چې تاسو يې د مالِک خُدائ سره وعده کړې وى د عبادت هغه يو ځائ ته راوړئ.</verse>
				<verse number="27">هلته هغه نذرانې پېش کوئ کومې چې د مالِک خُدائ په قربان‌ګاه باندې پوره سوزولے شى. هغه نذرانې هم پېش کوئ چې تاسو د هغې غوښه خورئ او وينه يې په قربان‌ګاه باندې تويَوئ.</verse>
				<verse number="28">په هغه هر څۀ باندې په وفادارۍ سره عمل کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، نو ستاسو او ستاسو د اولاد به د همېشه دپاره هر کار سم وى، ځکه چې تاسو به هغه کار کوئ چې کوم صحيح وى او په کوم باندې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوشحاليږى.</verse>
				<verse number="29">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه قومونه تباه کړى چې تاسو د هغوئ مُلک ونيسئ، نو تاسو به هغه مُلک قبضه کړئ او هلته به اوسېږئ.</verse>
				<verse number="30">پام کوئ چې کله مالِک خُدائ هغه قومونه تباه کړى، نو چې د هغوئ په عبادت او رسمونو کښې راګېر نۀ شئ چې هغه ومنئ، ځکه هغه به ستاسو دپاره يو دام وى. د دې معلومولو کوشش مۀ کوئ چې هغوئ د خپلو معبودانو عبادت څنګه کوى، چې تاسو هم هغه شان عبادت وکړئ.</verse>
				<verse number="31">د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت هغه شان مۀ کوئ چې څنګه هغوئ د خپلو معبودانو عبادت کوى، ځکه چې هغوئ د خپلو معبودانو په عبادت کښې ټول هغه حرام کارونه کوى چې مالِک خُدائ ترې نه نفرت کوى. تر دې پورې چې هغوئ په اور کښې خپل بچى هم قربانى کوى.</verse>
				<verse number="32">هغه هر څۀ کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، په دې کښې مۀ څۀ کموئ او مۀ څۀ زياتوئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">کېدے شى چې پېغمبران يا د خوبونو تعبير ورکوونکى د يوې معجزې يا د يوې عجيبه نښې وعده وکړى،</verse>
				<verse number="2">او کۀ هغه پېشګوئې شوې نښې يا معجزې څرګندې شى، او کۀ هغوئ وائى، چې نورو معبودانو ته راواوړئ کوم چې تاسو نۀ دى پېژندلى او د هغوئ عبادت وکړئ،</verse>
				<verse number="3">نو هغه پېغمبرانو يا د خوبونو تعبير ورکوونکو ته غوږ مۀ نيسئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو معلوموى چې تاسو د مالِک خُدائ سره د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره مينه کوئ او کۀ نه.</verse>
				<verse number="4">د مالِک خُدائ تابعدارى کوئ او د هغۀ درناوے کوئ، د هغۀ اِطاعت کوئ او د هغۀ حُکمونه منئ، د هغۀ عبادت کوئ او د هغۀ وفادار اوسئ.</verse>
				<verse number="5">خو هغه د خوبونو تعبير ورکوونکى يا پېغمبران ووژنئ چې تاسو ته وائى چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت وکړئ، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ. داسې خلق تاسو د هغه لارې نه اړوى په کومه باندې چې مالِک خُدائ تاسو له د تلو حُکم درکړے دے. هغوئ دې خامخا ووژلے شى، چې خپل ځانونه د دې بد عمل نه خلاص کړئ.</verse>
				<verse number="6">کۀ ستاسو ورور، زوئ، لور، يا په تاسو ګرانه ښځه، يا ستاسو نزدې دوست هم تاسو ته پټ پټ وائى چې د نورو معبودانو عبادت وکړئ، هغه معبودان چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ يې هيڅکله هم عبادت نۀ دے کړے.</verse>
				<verse number="7">کېدے شى چې هغوئ تاسو ته ووائى چې د هغه خلقو د معبودانو عبادت وکړئ کوم چې ستاسو سره نزدې اوسيږى يا د هغه خلقو د معبودانو کوم چې ستاسو نه لرې اوسيږى.</verse>
				<verse number="8">خو هغوئ ته توجو مۀ ورکړئ او مۀ ورته غوږ نيسئ. په هغوئ باندې هيڅ رحم يا ترس مۀ کوئ او د هغوئ خبره مۀ پټوئ.</verse>
				<verse number="9">هغوئ ووژنئ. وړومبے کاڼے تاسو ورګزار کړئ او بيا نور خلق ورپرېږدئ چې سنګسار يې کړى.</verse>
				<verse number="10">سنګسار يې کړئ چې مړ شى. هغوئ کوشش کولو چې تاسو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه تاسو واړوى، کوم چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.</verse>
				<verse number="11">نو د بنى اِسرائيلو ټول خلق به خبر شى چې څۀ وشول، هغوئ به ويريږى او بيا به هيڅکله هيڅ څوک هم داسې بد عمل ونۀ کړى.</verse>
				<verse number="12">کله چې تاسو په هغه ښارونو کښې اوسېږئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو کېدے شى چې تاسو خبر شئ</verse>
				<verse number="13">چې ستاسو د قوم څۀ لوفرانو خلقو د خپل ښار خلق بې‌لارې کړى دى چې د هغه معبودانو عبادت وکړى چې تاسو يې کله هم د دې نه مخکښې عبادت نۀ دے کړے.</verse>
				<verse number="14">کۀ تاسو داسې يو افواه واورئ، نو د هغې پوره معلومات وکړئ، نو کۀ په رښتيا دا بد عمل شوے وى،</verse>
				<verse number="15">نو بيا د هغه ښار ټول خلق او د هغوئ ټول ځناور هم ووژنئ. هغه ښار پوره تباه کړئ.</verse>
				<verse number="16">کوم خلق چې هلته اوسيږى د هغوئ ټول مال هم راوړئ او د ښار په مرکزى ځائ کښې يې ډېرے کړئ. بيا هغه ښار او چې په هغې کښې څۀ هم وى مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته د نذرانې په توګه وسوزوئ. دا ښار به د همېشه دپاره کنډر پاتې کيږى او دا به هيڅکله بيا آباد نۀ شى.</verse>
				<verse number="17">د هغې نه هيڅ يو څيز هم ځان له مۀ اخلئ کوم چې تباه کولے شى، نو بيا به د مالِک خُدائ قهر سوړ شى او په تاسو به رحم وکړى. کۀ تاسو د هغۀ په ټولو حُکمونو باندې عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى او هغه څۀ کوئ چې څۀ درنه غواړى، نو هغه به په تاسو رحم وکړى او ستاسو نه به يو لوئ قوم جوړ کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="18"></verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خلق يئ. نو کله چې تاسو په مړى باندې غم کوئ، نو خپل ځانونه د نورو خلقو په شان مۀ زخمى کوئ يا د تندى نه بره وېښتۀ مۀ کلوئ.</verse>
				<verse number="2">تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خلق يئ، په زمکه باندې چې څومره خلق اوسيږى په هغوئ ټولو کښې يې تاسو د دې دپاره خوښ کړئ چې د هغۀ خپل خاص خلق اوسئ.</verse>
				<verse number="3">هيڅ يو حرام څيز مۀ خورئ.</verse>
				<verse number="4">تاسو دا ځناور خوړے شئ، څاروى، ګډې، چېلۍ</verse>
				<verse number="5">هوسۍ، ځنګلى ګډې، ځنګلى چېلۍ او غرڅۍ،</verse>
				<verse number="6">هغه ټول ځناور چې سومونه يې په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى.</verse>
				<verse number="7">خو صِرف هغه ځناور به حلال وى چې سومونه يې په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند هم وهى. تاسو اوښ، سوه، يا ځنګلى سوه نۀ شئ خوړلے. دا به خامخا حرام ګڼلے شى، ځکه چې دا بيا بيا شخوند وهى خو سومونه يې په مينځ بېل نۀ دى.</verse>
				<verse number="8">خنزيران مۀ خورئ، دا به خامخا حرام ګڼلے شى، کۀ څۀ هم سومونه يې په مينځ بېل دى خو دا بيا بيا شخوند نۀ وهى. دا ځناور مۀ خورئ يا کۀ مړ وى لاس به هم نۀ وروړئ.</verse>
				<verse number="9">تاسو هغه هر قِسم کبان خوړلے شئ کوم چې وزر او په څرمن پترى لرى،</verse>
				<verse number="10">خو داسې د اوبو بل هر يو څيز چې وزر او په څرمن پترى نۀ لرى هغه به نۀ شئ خوړلے، دا به خامخا حرام ګڼلے شى.</verse>
				<verse number="11">تاسو حلال مارغان خوړلے شئ.</verse>
				<verse number="12">دا د هغه مارغانو فهرست دے چې تاسو يې بېخى مۀ خورئ، شاهين، ګونګا، باز، شهباز، باښه، ټپوس، کارغۀ، شتر‌مرغ، سمندرى مرغابۍ، ډينګ، بګلۍ، ماهى خور مارغۀ، غټ ماهى خور مارغۀ، ملا‌چرچک او ښاپېرک.</verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14"></verse>
				<verse number="15"></verse>
				<verse number="16"></verse>
				<verse number="17"></verse>
				<verse number="18"></verse>
				<verse number="19">ټول الوتونکى حشرات ناپاک دى، هغه مۀ خورئ.</verse>
				<verse number="20">خو تاسو حلال حشرات خوړلے شئ.</verse>
				<verse number="21">هغه يو ځناور هم مۀ خورئ، چې په خپل مرګ مړ وى. تاسو سره چې کوم مسافر اوسيږى هغوئ ته دا ورکولے شئ چې وې خورى، يا دا په نورو مسافرو باندې خرڅولے شئ. خو تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک يئ او تاسو د هغۀ خلق يئ. ګډُورے يا د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.</verse>
				<verse number="22">تاسو خامخا لسمه برخه ورکوئ، د خپل هر فصل لسمه حِصه چې تاسو يې هر کال رېبئ.</verse>
				<verse number="23">بيا هغه يو ځائ ته ځئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د خپل عبادت دپاره خوښ کړے دے او هلته د هغۀ په حضور کښې د خپل فصل، ميو او د زيتُونو تېلو او ستاسو د وړومبى پېدا شوى څاروو او ګډو لسمه برخه خورئ. دا د دې دپاره کوئ چې تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه د همېشه دپاره يرېدل زده کړئ.</verse>
				<verse number="24">کۀ د عبادت ځائ ستاسو د کور نه ډېر لرې وى چې هلته د خپل پېداوار لسمه برخه يوسئ چې مالِک خُدائ د هغې برکت درکړے دے، نو بيا داسې وکړئ،</verse>
				<verse number="25">خپل پېداوار خرڅ کړئ او د دې پېسې د ځان سره د عبادت هغه يو ځائ ته يوسئ.</verse>
				<verse number="26">چې ستاسو زړۀ څۀ غواړى لکه غټه غوښه، نرۍ غوښه، مے يا شراب، نو په دې پېسو يې واخلئ. او هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې يې د خپل خاندان سره خورئ او خوشحالى وکړئ.</verse>
				<verse number="27">هغه ليويان مۀ هېروئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، ځکه چې د هغوئ خپل هيڅ جائيداد نشته.</verse>
				<verse number="28">د هر درېم کال په آخر کښې د خپلو ټولو فصلونو لسمه برخه راوړئ او په خپلو ښارونو کښې يې ذخيره کوئ.</verse>
				<verse number="29">دا خوراک د ليويانو دپاره دے، ځکه چې د هغوئ خپل جائيداد نشته او ورسره د هغه مسافرو دپاره، يتيمانو او کونډو دپاره دے چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. هغوئ ټول دې راځى او د خپل ضرورت څيزونه دې ترې نه اخلى. هم دغه شان کوئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له ستاسو په هر څۀ کښې برکت درکوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">د هر اوؤم کال په آخر کښې تاسو قرضونه معاف کوئ.</verse>
				<verse number="2">دا هغه څۀ دى چې تاسو به يې خامخا کوئ. هر چا چې خپلو بنى اِسرائيلو له قرض ورکړى وى نو هغه به ورته معاف کوى، هغه به د خپل ګاونډى يا د هغۀ د خپلوانو نه دا قرض واپس نۀ اخلى، مالِک خُدائ په خپله دا اِعلان کړے دے چې قرض معاف شو.</verse>
				<verse number="3">چې په يو مسافر باندې ستاسو قرض وى نو د هغۀ نه پېسې اخستے شئ، خو چې ستاسو په بنى اِسرائيلو قرض وى نو د هغوئ نه به يې نۀ اخلئ.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى کوم چې تاسو له درکوى. ستاسو د خلقو نه به هيڅ څوک هم غريب نۀ وى،</verse>
				<verse number="5">کۀ تاسو د هغۀ فرمانبردارى کوئ او هغه هر څۀ پوره پوره ومنئ چې نن يې زۀ حُکم درکوم.</verse>
				<verse number="6">نو مالِک خُدائ به تاسو له برکت درکړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده. تاسو به ډېرو قومونو له قرض ورکړئ، خو تاسو به د هيچا نه قرض نۀ اخلئ، ستاسو په قبضه کښې به ډېر قومونه وى، خو تاسو به د هيچا په قبضه کښې نۀ يئ.</verse>
				<verse number="7">کوم مُلک چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکوى کۀ د هغې په ښارونو کښې ستاسو خپل يو اِسرائيلے محتاج وى، نو خپل زړۀ مۀ سختوئ او د هغۀ مدد کولو نه لاس مۀ نيسئ.</verse>
				<verse number="8">خو سخيان اوسېږئ او چې څومره پېسو ته يې ضرورت وى نو هغه هومره قرض ورکړئ.</verse>
				<verse number="9">هغۀ ته د څۀ څيز قرض ورکولو نه په دې وجه اِنکار مۀ کوئ چې د قرضونو د معاف کولو کال نزدې دے. داسې بد سوچونه خپل ذهن ته مۀ راولئ. کۀ تاسو خپل ورور له قرض ورنۀ کړئ نو هغه به مالِک خُدائ ته ستاسو خِلاف فرياد وکړى او ګناه به ستاسو په غاړه شى.</verse>
				<verse number="10">هغۀ ته چې د څۀ څيز ضرورت وى نو په خوشحالۍ سره او د زړۀ د اخلاصه يې ورکړئ، نو مالِک خُدائ به تاسو له په هر کار کښې برکت درکوى.</verse>
				<verse number="11">په مخ د زمکې به همېشه غريبانان خلق موجود وى، نو زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د خپلو بنى اِسرائيلو د مدد نه لاس مۀ نيسئ.</verse>
				<verse number="12">کۀ يو عبرانے سړے يا ښځه خپل ځان په تاسو باندې د غلام يا وينځې په توګه خرڅ کړى، نو چې هغوئ شپږ کاله ستاسو خِدمت وکړى نو د هغې نه پس هغوئ آزاد کړئ. کله چې اوؤم کال راشى، نو هغوئ به خامخا پرېږدئ چې لاړ شى.</verse>
				<verse number="13">کله چې تاسو هغوئ آزادوئ، نو تش لاس يې مۀ لېږئ.</verse>
				<verse number="14">چې مالِک خُدائ تاسو له کوم برکت درکړې وى نو د خپلو ګډو، غلې او د انګورو لنګرۍ نه ډېر څۀ ورکړئ.</verse>
				<verse number="15">هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ، نو ځکه زۀ تاسو له دا حُکم درکوم.</verse>
				<verse number="16">خو کېدے شى چې ستاسو غلام ونۀ غواړى چې لاړ شى، او هغه ستاسو او ستاسو خاندان سره مينه کوى او د هغۀ دپاره ستاسو سره پاتې کېدل ښۀ وى.</verse>
				<verse number="17">نو د خپل کور دروازې ته هغه بوځئ او هلته د هغۀ غوږ سورے کړئ، نو هغه به ټول عُمر ستاسو غلام وى. د خپلې وينځې سره هم دغه شان سلوک کوئ.</verse>
				<verse number="18">کله چې تاسو يو غلام آزادوئ نو خفه کېږئ مه، ځکه چې آخر هغۀ هم د يو مزدور په نيم قيمت شپږ کاله ستاسو خِدمت کړے دے. هم دغه شان کوئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هر کار کښې تاسو له برکت درکوى.</verse>
				<verse number="19">د خپل څاروى يا ګډې هر يو وړومبے نر بچے مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دپاره بېل کړئ، د دې څاروو نه يو هم د کار دپاره مۀ استعمالوئ او د دې ګډو نه وړۍ مۀ کټ کوئ.</verse>
				<verse number="20">تاسو، او ستاسو خاندان به هر کال د عبادت په يو ځائ کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې دا خورئ.</verse>
				<verse number="21">خو کۀ په يو ځناور کښې څۀ عېب وى، کۀ هغه ګوډ وى، ړوند يا څۀ بل غټ نقص په کښې وى، نو تاسو به هغه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته نۀ قربانى کوئ.</verse>
				<verse number="22">داسې ځناور تاسو په خپل کور کښې خوړے شئ، ستاسو هر يو کس، کۀ پاک وى يا ناپاک، نو دا خوړلے شى، لکه څنګه چې تاسو هوسۍ يا غرڅۍ خورئ.</verse>
				<verse number="23">خو د دې وينه د خوراک دپاره مۀ استعمالوئ، او خامخا يې د اوبو په شان په زمکه تويَوئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">د ابيب په مياشت کښې د فسحې اختر کولو سره د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک درناوے کوئ، دا هغه مياشت وه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د مِصر نه د شپې راوويستلئ.</verse>
				<verse number="2">د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د فسحې اختر د قربانۍ دپاره هلته خپل يو ګډ يا يو څاروے حلال کړئ کوم ځائ چې هغۀ د خپل نوم د درناوى دپاره خوښ کړے وى.</verse>
				<verse number="3">کله چې تاسو دا خوراک وخورئ، نو خمبيره شوې روټۍ به نۀ خورئ. اووۀ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ، هم هغه شان لکه څنګه چې تاسو د مِصر نه په تېزۍ سره راووتلئ. دا روټۍ خورئ او د دې نوم به د تکليفونو روټۍ وى، چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو ستاسو به هغه ورځ ياده وى چې د مِصر مُلک نه راوتلئ.</verse>
				<verse number="4">اووۀ ورځې به ستاسو په مُلک کښې د هيچا په کور کښې خمبيره نۀ وى، او د وړومبۍ ورځې په ماښام د حلال شوى ځناور غوښه به هم په هغه شپه خوړلے شى.</verse>
				<verse number="5">د فسحې د اختر ځناور د عبادت په هغه يو ځائ کښې حلالوئ، د هغه مُلک په بل يو ځائ کښې هم نه، کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى. تاسو داسې د نمرپرېواتو په وخت کښې کوئ، د ورځې په دې وخت کښې چې کله تاسو د مِصر نه ووتلئ.</verse>
				<verse number="6"></verse>
				<verse number="7">غوښه ويشوئ او د عبادت په هغه يو ځائ کښې يې وخورئ، او په ورپسې سحر واپس کور ته راشئ.</verse>
				<verse number="8">ورپسې شپږ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ او په اوومه ورځ د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د عبادت دپاره راغونډ شئ او په هغه ورځ کار مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="9">چې تاسو د فصل رېبل شروع کړئ نو د هغه وخت نه اووۀ هفتې وشمېرئ،</verse>
				<verse number="10">او بيا د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک درناوى دپاره د لَو کولو اختر وکړئ، هغۀ چې کوم برکت درکړے دے د هغې په مطابق هغۀ له يوه رضاکارانه نذرانه راوړئ.</verse>
				<verse number="11">د مالِک خُدائ په حضور کښې تاسو سره د خپلو بچو، ستاسو نوکرانو، ليويانو، مسافرو، يتيمانانو او د هغه کونډو سره خوشحاله شئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. د عبادت په هغه يو ځائ کښې هم دغه شان کوئ.</verse>
				<verse number="12">ګورئ چې په دې حُکمونو باندې عمل وکړئ، دا خبره مۀ هېروئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ.</verse>
				<verse number="13">چې تاسو خپل ټول فصل راټول کړئ او خپل ټول انګور په لنګرۍ کښې نچوړ کړئ، نو اووۀ ورځې د جونګړو اختر کوئ.</verse>
				<verse number="14">تاسو د خپلو بچو سره، خپلو نوکرانو او د ليويانو، مسافرو، يتيمانانو او د هغه کونډو سره د دې نه خوند واخلئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې کوم ځائ خوښ کړے وى نو په هغه ځائ کښې اووۀ ورځې اختر وکړئ. خوشحاله اوسئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو فصل او ستاسو کار له برکت ورکړے دے.</verse>
				<verse number="16">ستاسو د قوم ټول سړى به په کال کښې درې ځل د مالِک خُدائ عبادت دپاره هغه يو ځائ ته يعنې د فسحې اختر، د لَو کولو اختر او د جونګړو اختر دپاره راځى. او يو سړے به هم مالِک خُدائ له خالى لاسونه نۀ راځى،</verse>
				<verse number="17">او د هر چا چې څومره وس وى، نو هغه به د هم هغه برکت په مطابق هديه ورکوى څومره چې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک هغۀ له ورکړے وى.</verse>
				<verse number="18">په هر يو ښار کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درکوى په هغې کښې قاضيان او نور آفسران مقرر کړئ. دا سړى به د چا د طرفدارۍ نه بغېر فېصلې کوى.</verse>
				<verse number="19">هغوئ به په خپلو فېصلو کښې د بې‌اِنصافۍ نه کار نۀ اخلى، او رشوت دې نۀ اخلى، ځکه چې رشوت هوښيار خلق ړندوى او د صادقانو په خبرو کښې چالاکى پېدا کوى.</verse>
				<verse number="20">همېشه عدل او اِنصاف کوونکى اوسئ، نو چې هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او هلته اوسېږئ.</verse>
				<verse number="21">کله چې تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک دپاره يوه قربان‌ګاه جوړَوئ، نو د هغې په څنګ کښې د لرګى د اشيرې بُت ستنه مۀ ودروئ.</verse>
				<verse number="22">او د بُت پرستۍ دپاره د کاڼى ستنه مۀ ودروئ، مالِک خُدائ د دې څيزونو نه نفرت کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته داسې يو څاروے يا ګډ هم مۀ قربانى کوئ چې څۀ عېب په کښې وى، مالِک خُدائ د دې کار نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="2">کۀ تاسو واورئ چې ستاسو په يو ښار کښې څۀ سړو يا ښځو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده او د هغۀ سره کړے لوظ يې مات کړے دے</verse>
				<verse number="3">چې هغوئ د نورو معبودانو، د نمر، سپوږمۍ، يا د ستورو عبادت او خِدمت يې کړے وى او د مالِک خُدائ د حُکم مخالفت يې کړے وى،</verse>
				<verse number="4">نو کۀ داسې يو خبر واورئ، نو د هغې پوره پته ولګوئ. کۀ دا رښتيا وى چې په بنى اِسرائيلو کښې داسې ګنده کار شوے وى،</verse>
				<verse number="5">نو هغه کس د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ.</verse>
				<verse number="6">په هغه وخت کښې به هغه وژلے شى چې دوه يا د دوو نه زيات ګواهان د هغۀ خِلاف ګواهى ورکړى، خو کۀ صِرف يو ګواه وى نو هغه به نۀ شى وژلے.</verse>
				<verse number="7">وړومبى کاڼى به ګواهان ورولى او بيا به يې باقى نور خلق سنګسار کړى، چې ستاسو نه دا بدى لرې شى.</verse>
				<verse number="8">کۀ داسې لانجې وى چې د هغې فېصله کول د هغه ځائ د قاضيانو دپاره ګران وى، لکه د جائيداد حقُونو يا د چا د زخمى کېدلو لانجې يا چې په قصد سره يا په غلطۍ سره د قتل په مينځ کښې فرق کول وى، نو چې داسې وشى، نو د عبادت هغه يو ځائ ته لاړ شئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوښ کړے وى،</verse>
				<verse number="9">او خپله لانجه د ليوى قبيلې اِمامانو ته او په هغه وخت کښې چې کوم قاضى حاضر وى هغوئ ته يې پېش کړئ، نو هغوئ پرېږدئ چې هغه لانجه فېصله کړى.</verse>
				<verse number="10">هغوئ به خپله فېصله وکړى او چې هغوئ تاسو ته څنګه وائى نو تاسو به هم هغه شان کوئ.</verse>
				<verse number="11">د هغوئ فېصله ومنئ او چې د کوم قانون پوره وضاحت درته وکړى نو په هغې عمل وکړئ.</verse>
				<verse number="12">هر څوک چې دا جرأت وکړى او چې د قاضى يا د اِمام دا فېصله ونۀ منى نو هغه دې خامخا ووژلے شى، چې د بنى اِسرائيلو نه دا ګنده کار ختم شى.</verse>
				<verse number="13">نو هر څوک چې د دې نه خبر شى نو وبه يريږى او د عدالت فېصلې به منى.</verse>
				<verse number="14">کله چې تاسو هغه مُلک ونيسئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او تاسو هلته اوسېږئ، نو تاسو به ووايئ چې ستاسو نه ګېرچاپېره قومونو په شان تاسو ته هم د يو بادشاه ضرورت دے.</verse>
				<verse number="15">ګورئ، کوم سړے چې د بادشاهۍ دپاره تاسو غوره کوئ نو چې هغه مالِک خُدائ هم غوره کړے وى. نو په کار دے چې هغه ستاسو د خپل قوم نه وى، يو مسافر خپل بادشاه مۀ جوړَوئ.</verse>
				<verse number="16">هغه بادشاه به د ځان دپاره ډېر آسونه نۀ ساتى او هغه دې خلق مِصر ته نۀ لېږى چې آسونه په پېسو واخلى، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د هغۀ خلق به هيڅکله واپس هلته نۀ ځى.</verse>
				<verse number="17">د بادشاه دې ډېرې ښځې نۀ وى، ځکه چې دا به هغه د مالِک خُدائ نه واړوى، او هغه دې خپل ځان په سپينو زرو يا سرو زرو نۀ مالداره کوى.</verse>
				<verse number="18">کله چې هغه د بادشاهۍ په تخت کښېنى، نو هغه به د خپل ځان دپاره د دې قانون يو نقل وليکى، دا کار به د ليوى قبيلې د اِمامانو په وړاندې کيږى.</verse>
				<verse number="19">هغه به دا کِتاب د ځان سره نزدې ساتى او ټول عُمر به يې وائى، چې د مالِک خُدائ نه يرېدل زده کړى او په وفادارۍ سره به په هغه هر څۀ باندې عمل کوى چې په دې کِتاب کښې يې حُکم راغلے دے.</verse>
				<verse number="20">نو هغه به خپل ځان د خپلو خلقو نه اوچت نۀ ګڼى او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى به نۀ کوى. نو هغه به ډېر وخت پورې حکومت وکړى او د هغۀ اولاد به ډېره موده په بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى وکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">د ليوى قبيلې هيچا ته به هم په زمکه کښې حِصه نۀ ملاويږى، نۀ اِمامانو ته او نۀ يې نورو خلقو ته، د دې په ځائ هغوئ به په هغه نذرانو او قربانو ژوند تېروى کومې چې مالِک خُدائ ته ورکولے شى.</verse>
				<verse number="2">د هغوئ به خپل هيڅ ميراث نۀ وى، لکه چې نورې قبيلې يې لرى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې ده چې مالِک خُدائ به په خپله د هغوئ ميراث وى.</verse>
				<verse number="3">کله هم چې يو څاروے يا ګډ قربانى کيږى، اِمام له به د دې اوږه، ژامه او دنننى اندامونه ورکولے شى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ به د دې څيزونو نه وړومبۍ برخه اخلى يعنې د غلې، ميو، د زيتُونو تېلو او ستاسو د ګډو د وړو نه.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ ستاسو د ټولو قبيلو نه د ليوى قبيله خوښه کړه چې د اِمامانو په توګه همېشه د هغۀ خِدمت وکړى.</verse>
				<verse number="6">هر يو ليوے چې وغواړى نو هغه د بنى اِسرائيلو د هر يو ښار نه د عبادت هغه يو ځائ ته راتلے شى</verse>
				<verse number="7">او هلته د يو اِمام په توګه د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک خِدمت کولے شى، لکه د نورو ليويانو په شان کوم چې هلته خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="8">د نورو اِمامانو په شان به هغۀ ته هم هغه هومره خوراک ملاويږى او د هغۀ خاندان چې څۀ هم ورلېږى نو هغه د ځان دپاره کېښودے شى.</verse>
				<verse number="9">کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو چې هلته کوم قومونه دى د هغوئ په غلطو رِواجونو پسې مۀ ځئ.</verse>
				<verse number="10">ستاسو په مينځ کښې دې داسې کس نۀ وى چې خپل بچى په اور کښې قربانى کوى، او خپل خلق مۀ پرېږدئ چې د غېبو په خبرو عمل وکړى، يا فال وګورى يا په منتر پسې وګرځى</verse>
				<verse number="11">يا تعويذ استعمال کړى، د ښاپېرو په ذريعه کار وکړى او هغوئ مۀ پرېږدئ چې د مړو روحونو سره مشورې وکړى.</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه خلقو نه کرکه کوى څوک چې دا حرام کارونه کوى، نو ځکه مالِک خُدائ به هغه قومونه وشړى چې تاسو مخ په وړاندې ځئ.</verse>
				<verse number="13">د مالِک خُدائ سره پوره وفادار اوسئ.“</verse>
				<verse number="14">بيا موسىٰ وفرمائيل، ”په هغه مُلک کښې، کوم چې زر تاسو قبضه کړئ، خلق د غېبو خبرې کوونکو او فالونو کتونکو په نصيحت عمل کوى، خو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک اجازت نۀ درکوى چې تاسو داسې وکړئ.</verse>
				<verse number="15">خو هغه به تاسو له زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى او تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ.</verse>
				<verse number="16">په کومه ورځ چې تاسو د سينا غرۀ سره راغونډ وئ، تاسو زارى وکړه چې مونږ نۀ غواړُو چې د مالِک خُدائ خبرې بيا واورو يا د جلال شُغلې وګورو، ځکه چې تاسو يرېدلئ چې مړۀ به شئ.</verse>
				<verse number="17">نو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغوئ صحيح سوال کړے دے.</verse>
				<verse number="18">زۀ به هغوئ له د هغوئ د خپلو خلقو نه ستا په شان يو پېغمبر ورولېږم، زۀ به هغۀ ته وښايم چې هغه به څۀ وائى او زۀ چې کوم حُکم ورکوم نو هم هغه شان به يې خلقو ته ورسوى.</verse>
				<verse number="19">هغه به زما په نوم خبرې کوى او هر څوک چې د هغۀ د منلو نه اِنکار وکړى نو سزا به ورکړم.</verse>
				<verse number="20">خو چې کله ما حُکم نۀ وى ورکړے او يو پېغمبر دا جرأت وکړى چې زما په نوم پېغام ورکړى، نو خامخا به وژلے شى او هغه پېغمبر به هم وژلے شى چې د نورو معبودانو په نوم خبرې کوى.</verse>
				<verse number="21">مونږ څنګه دا وئيلے شُو چې د يو پېغمبر پېغام د مالِک خُدائ نه نۀ دے؟</verse>
				<verse number="22">کۀ يو پېغمبر د مالِک خُدائ په نوم خبرې وکړى او چې کومه خبره يې کړې وى او رښتيا نۀ شى، نو بيا دا د مالِک خُدائ پېغام نۀ دے. هغه پېغمبر په خپل اختيار خبرې کړې دى او تاسو له په کار دى چې د هغۀ نه ونۀ يرېږئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه خلق تباه کړى چې زمکه يې تاسو له درکوى او چې د هغوئ ښارونه او کورونه ونيسئ او هلته اوسېږئ،</verse>
				<verse number="2">نو هغه علاقه په درېو حِصو کښې تقسيم کړئ، چې په هره يوه حِصه کښې يې داسې ښار وى چې تلل ورته آسان وى. نو چې څوک يو بل کس ووژنى نو د پناه دپاره د دې نه يو ښار ته تښتېدلے شى.</verse>
				<verse number="3"></verse>
				<verse number="4">کۀ څوک يو کس په غلطۍ سره ووژنى چې هغه يې دشمن نۀ وى، نو هغه د دې ښارونو نه يو ښار ته تښتېدلے شى چې بچ شى.</verse>
				<verse number="5">کۀ دوه سړى د لرګو وهلو دپاره ځنګل ته لاړ شى او د هغوئ نه يو کس يوه ونه وهى او تبر د لاسکى نه ووځى او هغه بل کس ووژنى، نو د پناه دپاره د دې ښارونو نه يو ته تښتېدلے شى.</verse>
				<verse number="6">خو کۀ صِرف يو ښار وے او هغې ته فاصله هم ډېره وے، نو کېدے شى چې د هغه کس بدل اخستونکى خپلوان يې ونيسى او په غصه کښې يو بې‌ګناه ګاونډى ووژنى. خو په غلطۍ سره هغۀ خپل ګاونډى مړ کړو چې دشمن يې نۀ وو.</verse>
				<verse number="7">نو ځکه زۀ حُکم درکوم چې درې ښارونه بېل کړئ.</verse>
				<verse number="8">کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو علاقه پراخه کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ ته فرمائيلى دى او هغه ټول مُلک درکړى چې هغۀ يې وعده کړې ده،</verse>
				<verse number="9">بيا تاسو درې نور ښارونه خوښ کړئ. کۀ تاسو هغه هر څۀ کوئ چې نن يې زۀ حُکم درکوم او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د هغۀ د اصُولو په مطابق ژوند تېروئ نو هغه به تاسو له دا مُلک درکړى.</verse>
				<verse number="10">هم دغه شان وکړئ، نو چې بې‌ګناه خلق نۀ مرى او د هغوئ د وژلو ګناه ستاسو په غاړه نۀ وى، په هغه مُلک کښې چې مالِک خُدائ يې تاسو له درکوى.</verse>
				<verse number="11">خو کۀ يو کس د خپل ګاونډى سره دشمنى وى او قصداً په هغۀ حمله وکړى او وې وژنى او بيا د پناه دپاره د دې ښارونو نه يو ښار ته وتښتى،</verse>
				<verse number="12">نو په داسې حالت کښې دې د هغۀ د ښار مشران هغه راوغواړى او د هغه کس خپلوانو ته دې په حواله کړى کوم چې د قتل د بدل اخستلو خواهش کوى، نو چې هغوئ يې ووژنې.</verse>
				<verse number="13">په هغۀ هيڅ رحم مۀ کوئ. او بنى اِسرائيل د بې‌ګناه وينې توئيدلو نه پاک کړئ، نو په دې سره به ستاسو هر يو کار سم وى.</verse>
				<verse number="14">د خپل ګاونډى د جائيداد د حد کاڼے مۀ بې‌ځايه کوئ، کوم چې د مخکښې نه په هغه مُلک کښې لګېدلے وى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.</verse>
				<verse number="15">د يو سړى مجرم ثابِتولو دپاره به يو ګواه کافى نۀ وى، بلکې د هغۀ مجرم ثابِتولو دپاره به د دوو يا درېو ګواهانو پېش کول لازمى وى.</verse>
				<verse number="16">کۀ څوک د دروغو اِلزام په وجه بل کس ته نقصان رسولو کوشش وکړى،</verse>
				<verse number="17">نو دواړه به د عبادت هغه يو ځائ ته ځى او د هغه وخت مقرر شوى قاضيان او اِمامان به د هغوئ فېصله وکړى.</verse>
				<verse number="18">قاضيان به د دې معاملې پوره معلومات وکړى، او کۀ چا په خپل اِسرائيلى باندې د دروغو اِلزام لګولے وى،</verse>
				<verse number="19">هغۀ ته به هغه سزا ملاويږى چې د څۀ اراده چې يې د بل دپاره لرله. نو داسې به تاسو د دې بدۍ نه خلاص شئ.</verse>
				<verse number="20">بيا به هر يو کس خبر شى چې څۀ وشول، هغوئ به ويريږى او هيڅ څوک به هم بيا داسې بد عمل نۀ کوى.</verse>
				<verse number="21">په داسې معامِلو کښې هيڅ رحم مۀ کوئ، د ژوند په بدل کښې به د ژوند سزا وى، د سترګې په بدل کښې د سترګې، د غاښ په بدل کښې د غاښ، د لاس په بدل کښې د لاس، پښې په بدل کښې به د پښې سزا وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">کله چې تاسو د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له ځئ او تاسو وګورئ چې د هغوئ جنګى ګاډۍ، آسونه او لښکر ستاسو نه زيات وى، نو د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو مل وى، چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ.</verse>
				<verse number="2">د هغې نه مخکښې چې تاسو جنګ شروع کړئ، يو اِمام دې وړاندې راشى او لښکر ته دې ووائى،</verse>
				<verse number="3">اے بنى اِسرائيلو. واورئ، نن تاسو جنګ له روان يئ. مۀ بې‌زړۀ کېږئ، مۀ يرېږئ، مۀ بې‌حوصلې کېږئ او نۀ چې وارخطا شئ.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه به ستاسو د دشمنانو خِلاف جنګ کوى او فتح به درکړى.</verse>
				<verse number="5">بيا به آفسران په خپل تقرير کښې فوجيانو ته ووائى، په تاسو کښې داسې څوک شته چې کور يې جوړ کړے وى، خو وقف کړے يې نۀ وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ کور وقف کړى.</verse>
				<verse number="6">دلته داسې يو سړے شته، چې هغۀ د انګورو باغ کَرلے وى، خو دا موقع ورته نۀ وى مِلاو شوى چې انګور ترې نه راټول کړى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ په ميو مزې وکړى.</verse>
				<verse number="7">دلته داسې څوک شته، چې کوژدن يې کړې وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. ګنې، کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ د کوژدن شوې ښځې سره وادۀ وکړى.</verse>
				<verse number="8">آفسران به سړو ته دا هم ووائى، دلته داسې يو سړے شته، چې هغه يريږى يا يې زړۀ بائيللے وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. ګنې، هغه به د خپل ځان په شان د نورو ملګرو زړونه هم کمزورى کړى.</verse>
				<verse number="9">کله چې آفسران د لښکر سره خپلې خبرې خلاصې کړى، نو د هرې قبيلې دپاره به مشران خوښ کړے شى.</verse>
				<verse number="10">کله چې تاسو په يو ښار باندې حمله کوئ، نو وړومبے هغه خلقو ته د تسليمېدو موقع ورکړئ.</verse>
				<verse number="11">کۀ هغوئ دروازې کولاو کړى او تسليم شى، نو هغوئ به ټول ستاسو غلامان وى او ستاسو دپاره به بېګار کوى.</verse>
				<verse number="12">خو کۀ د هغه ښار خلق تسليم نۀ شى او جنګ خوښ کړى، نو د خپل لښکر سره يې محاصره کړئ.</verse>
				<verse number="13">نو کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وکړى چې تاسو هغه ښار قبضه کړئ، نو په دې کښې ټول سړى ووژنئ.</verse>
				<verse number="14">خو هغه ښځې، ماشومان، څاروى او چې په ښار کښې نور هر څۀ وى هغه د ځان دپاره اخستے شئ. تاسو د خپلو دشمنانو هر څيز استعمالولے شئ. مالِک خُدائ دا تاسو له درکړى دى.</verse>
				<verse number="15">تاسو به د هغه ښارونو سره داسې کار وکړئ کوم چې د هغه مُلک نه لرې دى چرته به چې تاسو اوسېږئ.</verse>
				<verse number="16">خو کله چې تاسو د هغه مُلک ښارونه قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هر يو کس ووژنئ.</verse>
				<verse number="17">دا ټول خلق تباه کړئ يعنې حِتيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان، لکه څنګه چې مالِک خُدائ د دې حُکم درکړے دے.</verse>
				<verse number="18">دا خلق ووژنئ، نو هغوئ به تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګناهګار نۀ کړى چې تاسو ته هغه ټول بد عملونه وښائى چې هغوئ يې د خپلو معبودانو په عبادت کښې کوى.</verse>
				<verse number="19">کله چې تاسو د يو ښار د قبضه کولو کوشش کوئ، نو د هغه ځائ مېوه دارې ونې مۀ پرې کوئ، اګر چې محاصره د ډېر وخت پورې اوږده هم شى. مېوه يې خورئ، خو ونې مۀ تباه کوئ، ځکه چې ونې ستاسو دشمنانې نۀ دى.</verse>
				<verse number="20">تاسو هغه هره ونه راماتولے شئ کومه چې مېوه نۀ نيسى او د ښار د قبضه کېدو پورې تاسو هغه د محاصرې د دېوالونو دپاره استعمالولے شئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">کۀ په يو پټى کښې يو قتل شوے کس وموندے شى په هغه مُلک کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او تاسو ته پته نۀ وى چې چا وژلے دے،</verse>
				<verse number="2">نو ستاسو مشران او قاضيان به لاړ شى او چې چرته هغه مړے موندلے شوے وى نو د هغه ځائ نه به د ټولو نزدې ښارونو فاصله معلومه کړى.</verse>
				<verse number="3">نو چې چرته مړے موندلے شوے وى د هغه نزدې ښار مشران به يوه سخۍ خوښه کړى چې هيڅ کار ترې نه نۀ وى اخستے شوے او نۀ يې جغ راښکلے وى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ به دا يوې بهېدونکې ولې ته کوزه کړى چې د هغه ځائ زمکه هيڅکله نه يوې شوې وى او نه کَرلے شوې وى او هغوئ به هلته د دې سخۍ څټ مات کړى.</verse>
				<verse number="5">د ليوى قبيلې اِمامان به هم هلته لاړ شى، ځکه چې هغوئ به هره هغه لانجه فېصله کوى چې د ظلم او زياتى سره يې تعلق وى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ د خپل خِدمت دپاره خوښ کړى دى او چې د هغۀ په نوم برکتونه وغواړى.</verse>
				<verse number="6">بيا چې چرته هغه قتل شوے کس موندلے شوے وى هغې ته د نزدې ښار ټول مشران به په هغه سخۍ باندې خپل لاسونه ووينځى،</verse>
				<verse number="7">او هغوئ دې ووائى چې، مونږ دا کس نۀ دے وژلے او مونږ ته پته نشته چې دا قتل چا کړے دے.</verse>
				<verse number="8">اے مالِکه خُدايه، خپل خلق اِسرائيليان معاف کړه څوک دې چې تا د مِصر نه آزاد کړل. مونږ معاف کړه او د يو بې‌ګناه کس د قتل ذمه وارى زمونږ په غاړه مۀ اچوه.</verse>
				<verse number="9">چې هغه څۀ وکړئ چې مالِک خُدائ يې غواړى، نو د قتل ذمه وارى به ستاسو په غاړه نۀ وى.</verse>
				<verse number="10">کله چې تاسو د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له لاړ شئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغوئ زورَور کړى او څۀ کسان ترې نه قېديان کړئ،</verse>
				<verse number="11">کېدے شى چې تاسو په هغوئ کښې يوه ښائسته ښځه وګورئ چې ستاسو خوښه شى او ورسره وادۀ کول وغواړئ.</verse>
				<verse number="12">هغه خپل کور ته بوځئ، هلته به خپل سر کل کړى، نوکونه به پرې کړى،</verse>
				<verse number="13">او خپلې جامې به بدلې کړى. هغه به ستاسو په کور کښې ايساره شى او خپل مور پلار پسې به يوه مياشت وژاړى، د هغې نه پس، هغه وادۀ کولے شئ.</verse>
				<verse number="14">وروستو، کۀ تاسو د هغې سره خوشحاله نۀ يئ، نو تاسو يې پرېښودے شئ او چې چرته وغواړى نو هلته دې لاړه شى. ځکه چې تاسو د هغې بې‌عزتى کړې ده، نو تاسو د هغې سره د يوې وينځې په شان سلوک نۀ شئ کولے او نۀ يې خرڅولے شئ.</verse>
				<verse number="15">کۀ د يو سړى دوه ښځې وى او هغه د يوې سره مينه کوى او د بلې سره نۀ کوى او د دواړو نه يې زامن پېدا شى، خو وړومبے زوئ يې د هغې ښځې نه وى چې د کومې سره مينه نۀ کوى،</verse>
				<verse number="16">کله چې هغه سړے خپل جائيداد تقسيموى نو هغه دې د خپلې خوښې ښځې زوئ له د مشرى زوئ حق نۀ ورکوى.</verse>
				<verse number="17">چې د کومې ښځې سره مينه نۀ کوى خو د هغې زوئ مشر دے نو هغۀ له به يو په دوه برخه ورکوى. مشر زوئ د خپل پلار د طاقت وړومبۍ نښه وى. هغه د مشرۍ حق لرى.</verse>
				<verse number="18">کۀ د چا زوئ ضدى يا سرکشه وى، يو زوئ چې د خپل مور پلار فرمانبردارى نۀ کوى، تر دې پورې چې هغوئ سزا هم ورکړى،</verse>
				<verse number="19">د هغۀ مور پلار دې هغه د ښار مشرانو له راولى چرته چې هغه اوسيږى او په هغۀ دې فېصله وکړے شى.</verse>
				<verse number="20">هغوئ دې مشرانو ته داسې ووائى، ”زمونږ زوئ ضدى او سرکشه دے او زمونږ خبره نۀ منى، هغه فضول خرچه او شرابى دے.“</verse>
				<verse number="21">نو د ښار سړى دې هغه سنګسار کړى چې مړ شى. نو تاسو به د دې بدکارۍ نه خلاص شئ. په بنى اِسرائيلو کښې به ټول خلق د دې نه خبر شى او وبه يريږى.</verse>
				<verse number="22">کۀ د يو جرم په وجه څوک وژلے شوے وى او د هغۀ لاش په يوه ونه کښې ځوړند وى،</verse>
				<verse number="23">نو هغه دې د شپې هلته نۀ شى پرېښودلے. هغه دې خامخا هم په هغه ورځ ښخ کړے شى، ځکه چې يو داسې مړے چې په ونه کښې ځوړند وى هغه په مُلک باندې د خُدائ پاک لعنت راولى. هغه مړے ښخ کړئ، نو تاسو به هغه مُلک پليت نۀ کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له په ميراث کښې درکوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">کۀ تاسو وګورئ چې ستاسو د اِسرائيلى ورور غوا يا ګډې لار غلطه کړې وى، نو هغه هم داسې مۀ پرېږدئ، او خپل مالِک له يې واپس ورولئ.</verse>
				<verse number="2">خو کۀ د دې مالِک لرې اوسيږى يا کۀ تاسو ته پته نۀ وى چې دا د چا ده، نو د ځان سره يې خپل کور ته بوځئ. کله يې چې مالِک لټولو له راشى، نو هغۀ له يې ورکړئ.</verse>
				<verse number="3">کله چې تاسو خر، د کپړې ټُکړه، يا بل څۀ ومومئ چې ستاسو د اِسرائيلى ورور نه ورک شوې وى نو تاسو هم دغه شان کوئ. د چا سره مدد کولو نه لاس مۀ نيسئ.</verse>
				<verse number="4">کۀ ستاسو د اِسرائيلى ورور خر يا غوا په لاره کښې غورزېدلې وى، نو هغه هم داسې مۀ پرېږدئ، د هغه ځناور په پاڅولو کښې د هغۀ مدد وکړئ.</verse>
				<verse number="5">ښځې دې د سړو جامې نۀ اچوى او سړى دې د ښځو جامې نۀ اغوندى، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه خلقو نه کرکه کوى څوک چې داسې کارونه کوى.</verse>
				<verse number="6">کۀ چرې تاسو په يوه ونه کښې يا په زمکه باندې د مارغانو جاله ووينئ چې مرغۍ په هګو باندې يا د خپلو بچو سره ناسته وى، نو تاسو به دا مرغۍ نۀ رانيسئ.</verse>
				<verse number="7">تاسو د مرغو هغه واړۀ بچى رانيولے شئ، خو مرغۍ به يې پرېږدئ چې لاړه شى، نو تاسو به يو اوږد او خوشحاله ژوند تېر کړئ.</verse>
				<verse number="8">کله چې تاسو يو نوے کور جوړ کړئ، نو ګورئ چې د چت د غاړې نه ګېرچاپېره يو پړده‌وال ورله جوړ کړئ. کۀ څوک ترې نه راوغورزيږى او مړ شى نو ذمه وارى به يې ستاسو په غاړه نۀ وى.</verse>
				<verse number="9">کۀ په يو پټى کښې انګور وکَرئ نو بل څۀ فصل ورسره مۀ کَرئ ګنې دواړه به نۀ شئ خوړلے.</verse>
				<verse number="10">غوَيے او خر تاسو په يو جغ کښې د يوې کولو دپاره مۀ اچوئ.</verse>
				<verse number="11">داسې جامې مۀ اغوندئ چې په يو ځائ د تاو شوې وړۍ او د کتان نه جوړې وى.</verse>
				<verse number="12">د خپلو جامو په څلورو ګوټونو پورې د مزو زونډى وګنډئ.</verse>
				<verse number="13">کۀ يو سړے يوه ښځه وادۀ کړى او ورسره څملى او وروستو يې هغه خوښه نۀ شى،</verse>
				<verse number="14">او د هغې خِلاف داسې دروغ ووائى چې ما وادۀ کړه خو چې کله ورسره څملاستم نو ما ته پته ولګېده چې هغه زما نه مخکښې د بل سړى سره ملاسته وه.</verse>
				<verse number="15">کۀ داسې وشى، نو د جينۍ مور او پلار دې د ښار مشرانو له د جرګې په وخت دا ثبوت راوړى چې هغه جينۍ هيڅکله هم د يو سړى سره نۀ وه ملاسته.</verse>
				<verse number="16">د هغې پلار به مشرانو ته ووائى، ”ما خپله لور دې سړى له ورکړه چې وادۀ يې کړى، خو اوس د هغۀ خوښه نۀ ده.</verse>
				<verse number="17">هغه د دې خِلاف دا دروغ وائى چې کله ما ورسره وادۀ وکړو نو هغه د مخکښې نه د بل سړى سره ملاسته وه خو ثبوت دا دے چې زما لور صفا وه، د وادۀ د کټ په څادر باندې تاسو د وينې دا داغونه وګورئ.“</verse>
				<verse number="18">نو د ښار مشران به د هغې خاوند بوځى او سزا به ورکړى.</verse>
				<verse number="19">هغوئ دې هغه سل د سپينو زرو سيکې جرمانه هم کړى او پېسې دې د ښځې پلار له ورکړى، ځکه چې هغه سړى يوه اِسرائيلۍ ښځه رسوا کړې ده. د دې نه علاوه، هغه به يې ښځه هم وى او چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى هغې له طلاق نۀ شى ورکولے.</verse>
				<verse number="20">خو کۀ دا خبره رښتيا وى او دا ثبوت نۀ وى چې هغه پېغله پاتې شوې وه،</verse>
				<verse number="21">نو هغوئ به يې د هغې د پلار د کور دروازې خولې ته بوځى، او د ښار سړى به يې هلته سنګسار کړى چې مړه شى. هغې ستاسو خلقو په مينځ کښې يو د شرم نه ډک کار کړے دے چې د وادۀ نه مخکښې د بل سړى سره څملاستله، چې هغه لا د پلار په کور کښې وه. نو تاسو به په دې طريقې سره د خپل مينځ نه دا بدکارى ختمه کړئ.</verse>
				<verse number="22">کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره په زنا کولو ونيولے شى، نو هغوئ دواړه به وژلے شى، نو چې تاسو د اِسرائيل مُلک د دې بدکارۍ نه خلاص کړئ.</verse>
				<verse number="23">کۀ په يو ښار کښې يو سړے د داسې ښځې سره په زنا پورې ونيولے شى چې د هغې کوژدن د بل چا سره شوې وى،</verse>
				<verse number="24">نو تاسو هغوئ د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ چې مړۀ شى. ښځه دې ځکه مړه شى چې هغې د مدد دپاره چغې نۀ دى وهلې، اګر چې هغه په ښار کښې وه، کېدے شى چې هلته د هغې چغې اورېدلے شوې وے. او سړے دې ځکه مړ شى چې هغۀ د يوې داسې ښځې سره زنا کړې ده چې هغه کوژدن شوې وه. نو داسې به تاسو د دې ګند نه ځان خلاص کړئ.</verse>
				<verse number="25">فرض کړئ چې يو سړے په پټو کښې د يوې داسې ښځې بې‌عزتى وکړى چې د هغې کوژدن د بل چا سره شوې وى. نو صِرف هغه سړے به وژلے شى،</verse>
				<verse number="26">ښځې ته به هيڅ نۀ شى وئيلے، ځکه هغې داسې ګناه نۀ ده کړې چې د مرګ حقداره شى. دا هم هغه شان معامِله ده چې يو سړے په بل سړى باندې حمله وکړى او مړ يې کړى.</verse>
				<verse number="27">هغه سړى په پټو کښې د هغه کوژدن شوې ښځې سره په زبردستۍ زنا وکړه، اګر چې هغې د مدد چغې وهلې وې، خو هيڅ څوک هم نۀ وُو.</verse>
				<verse number="28">کۀ يو سړے د يوې داسې جينۍ سره په زبردستۍ زنا وکړى چې هغه کوژدن شوې نۀ وى،</verse>
				<verse number="29">نو هغه به د هغې پلار له پنځوس د سپينو زرو سيکې حق مهر ورکړى او هغه به يې ښځه شى، ځکه چې هغۀ په زور باندې د هغې سره زنا کړې ده. چې تر کومې پورې ژوندے وى نو هغې له طلاق نۀ شى ورکولے.</verse>
				<verse number="30">يو سړے دې هم د خپل پلار بې‌عزتى نۀ کوى چې د خپل پلار د ښځو نه د يوې سره څملى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">د کوم سړى چې هګۍ ماتې شوې وى يا يې ذکر پرې کړے شوے وى نو هغه يو به هم د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے.</verse>
				<verse number="2">يو حرامى پېدا شوے کس يا د داسې کس اولاد، تر لسم نسله پورې هم، د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے.</verse>
				<verse number="3">هيڅ يو عمونى يا موآبى، يا د هغوئ اولاد، تر لسم نسل پورې هم، د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے.</verse>
				<verse number="4">کله چې تاسو د مِصر نه بهر په لاره کښې وئ نو هغوئ تاسو له د خوراک او اوبو درکولو نه اِنکار وکړو او د مسوپتاميه په ښار پتور کښې يې د بعور زوئ بلعام له پېسې ورکړې چې په تاسو لعنت ووائى.</verse>
				<verse number="5">خو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به بلعام ته غوږ نۀ نيولو، او لعنت يې په برکت بدل کړو، ځکه چې هغۀ ستاسو سره مينه لرله.</verse>
				<verse number="6">چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ، د هغوئ مدد مۀ کوئ چې هغوئ د خېر او خوشحالۍ ژوند وکړى.</verse>
				<verse number="7">ادوميانو ته سپک مۀ ګورئ، هغوئ ستاسو خپلوان دى. او مِصريانو ته هم سپک مۀ ګورئ، په يو وخت کښې تاسو د هغوئ په مُلک کښې اوسېدئ.</verse>
				<verse number="8">د درېم نسل نه ورپه اخوا د هغوئ اولاد د مالِک خُدائ په خلقو کښې شاملېدے شى.</verse>
				<verse number="9">کله چې تاسو د يو لښکر په شکل د خپلو دشمنانو خِلاف ووځئ، نو ګورئ د داسې هر څيز نه ځان ساتئ چې تاسو ناپاکوى.</verse>
				<verse number="10">کۀ د شپې شېطان يو سړے دوکه کړى او هغه په دې وجه ناپاک شى، نو هغه دې د خېمو نه بهر ووځى او هلته دې پاتې شى.</verse>
				<verse number="11">په ماښام کښې دې هغه غسل وکړى او د نمرپرېواتۀ په وخت کښې هغه واپس کېمپ ته راتلے شى.</verse>
				<verse number="12">تاسو له په کار دى چې د کېمپ نه بهر يو ځائ جوړ کړئ چې هلته د اودس ماتى دپاره ځئ.</verse>
				<verse number="13">په خپل سامان کښې د کنستلو دپاره يو څيز هم يوسئ، کله چې تاسو ډکې متيازې کوئ نو يوه کنده به وکنئ او متيازې به په کښې پټې کړئ.</verse>
				<verse number="14">خپل کېمپ مقدس ساتئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو سره ستاسو په کېمپ کښې دے، دا د دې دپاره چې ستاسو حِفاظت وکړى او تاسو له په دشمنانو باندې فتح درکړى. داسې يو د بې‌شرمۍ کار هم مۀ کوئ چې د هغې په وجه مالِک خُدائ ستاسو نه مخ واړوى.</verse>
				<verse number="15">کۀ غلامان د خپلو مالِکانو نه وتښتى او تاسو له د پناه دپاره راشى، نو هغوئ واپس مۀ لېږئ.</verse>
				<verse number="16">هغوئ ستاسو د ښارونو په هر يو ښار کښې اوسېدے شى چې کوم يې خوښ وى او تاسو به د هغوئ سره زياتے نۀ کوئ.</verse>
				<verse number="17">اِسرائيلے سړے يا ښځه به هيڅکله د عبادتخانې کنجران نۀ جوړيږى.</verse>
				<verse number="18">د کنجر سړى يا د کنجرې ښځې ګټلے شوې پېسې به هم د يوې منښتې پوره کولو دپاره د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کور ته نۀ شى راوړلے. مالِک خُدائ د عبادتخانې د کنجرانو نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="19">کله چې تاسو پېسې يا خوراک، يا بل څيز خپل اِسرائيلى ورور له قرض ورکړئ، نو د هغۀ نه سود مۀ اخلئ.</verse>
				<verse number="20">يو مسافر له چې څۀ څيز قرض ورکړئ نو د هغې سود د هغۀ نه اخستے شئ، خو چې خپل اِسرائيلى له څۀ قرض ورکړئ نو د هغې سود به ترې نه نۀ اخلئ. دا اصُول ومنئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هغه مُلک کښې تاسو له په هر کار کښې برکت درکړى کوم مُلک چې تاسو قبضه کوئ.</verse>
				<verse number="21">کله چې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته تاسو يوه منښته ومنئ، نو چې کومه وعده مو کړې وى په هغې کښې سستى مۀ کوئ، مالِک خُدائ به ستاسو نه د هغه منښتې تپوس کوى او د دې وعدې نۀ پوره کول ګناه ده.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ ته منښته نۀ منل ګناه نۀ ده،</verse>
				<verse number="23">خو کۀ تاسو په خپله خوښه يوه منښته ومنئ، نو ګورئ هغه وعده به پوره کوئ.</verse>
				<verse number="24">کله چې تاسو د بل چا د انګورو باغ سره تېرېږئ، نو چې څومره انګور غواړئ هغه خوړلے شئ، خو د هغې نه به په يوه ټوکرۍ کښې انګور نۀ وړئ.</verse>
				<verse number="25">هم دغه شان، کۀ تاسو د بل چا د فصل په پټى کښې ګرځئ، څومره غله چې د خپلو لاسونو سره راشوکولے شئ هغه خوړے شئ، خو هغه فصل به تاسو په لور نۀ رېبئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">کۀ يو سړے يوې ښځې سره وادۀ وکړى او په هغې کښې داسې څۀ وګورى چې د هغه سړى خوښ نۀ وى او وروستو فېصله وکړى چې خپله ښځه طلاقه کړى او هغه طلاق نامه ورکړى او د خپل کور نه يې وشړى</verse>
				<verse number="2">او بيا کۀ هغه ښځه د هغه سړى د کور نه لاړه شى او د بل سړى سره وادۀ وکړى،</verse>
				<verse number="3">او کۀ د هغه دوېم خاوند هم خوښه نۀ شى او هغه هم طلاق نامه ورکړى او د خپل کور نه يې وشړى، يا فرض کړئ چې دا خاوند يې مړ شى،</verse>
				<verse number="4">نو په دواړو حالاتونو کښې به د هغې وړومبے خاوند هغه ښځه دوباره نۀ وادۀ کوى، هغه به يې ناپاکه ګڼى. کۀ دوباره وادۀ يې ورسره وکړو نو مالِک خُدائ به د دې کار نه نفرت کوى. تاسو به هغه مُلک په داسې خرابه ګناه نۀ پليتوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى چې ستاسو خپل شى.</verse>
				<verse number="5">کله چې يو سړے نوے وادۀ وکړى، نو هغه دې د جنګ دپاره فوج ته نۀ شى لېږلے او نۀ دې ترې نه کار اخستلے شى، يو کال به هغۀ ته کار معاف وى، نو چې داسې هغه په کور کښې پاتې شى او ښځه خوشحاله کړى.</verse>
				<verse number="6">کله چې تاسو چا له څۀ څيز قرض ورکړئ، نو چې د هغۀ نه په ضمانت کښې د هغۀ د مېچنې برنے پل وانۀ خلئ چې په هغې باندې غله مېده کوى. کۀ تاسو ترې نه دا واخلئ نو د دانو اوړۀ کولو ذريعه به يې ختمه شى.</verse>
				<verse number="7">کۀ يو سړے د خپل اِسرائيلى په تښتولو پورې ونيولے شى او خپل غلام يې کړى يا د غلام په توګه يې خرڅ کړى نو هغه سړے دې ووژلے شى. نو داسې به تاسو د دې بدکارۍ نه خپل قوم خلاص کړئ.</verse>
				<verse number="8">کله چې تاسو د جذام بيمارۍ په وجه په تکليف کښې يئ، نو هم هغه شان کوئ څنګه چې درته د ليوى قبيلې اِمامان وائى، ما چې هغوئ ته کوم اصُول ښودلى دى په هغې عمل کوئ.</verse>
				<verse number="9">ياد ساتئ کله چې تاسو د مِصر نه راروان وئ نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د مريم سره څۀ وکړل.</verse>
				<verse number="10">کله چې تاسو خپل ګاونډى له څۀ قرض ورکوئ، نو د هغۀ کور ته د دې دپاره مۀ ځئ چې هغه څيز ترې نه واخلئ چې په ضمانت کښې يې تاسو له درکوى،</verse>
				<verse number="11">بهر ورته ودرېږئ او پرېږدئ چې هغه څيز په خپله تاسو له راوړى.</verse>
				<verse number="12">کۀ هغه غريب وى او د قرض په ضمانت کښې هغه تاسو له خپله چُوغه درکړى، نو هغه چُوغه د شپې د ځان سره مۀ ساتئ،</verse>
				<verse number="13">دا چُوغه په ماښام کښې هغۀ له واپس ورکوئ، نو چې داسې هغه په کښې اودۀ کيږى. نو هغه به ستاسو شکريه ادا کړى او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په نظر کښې به ستاسو دپاره د دې اجر وى.</verse>
				<verse number="14">په خوارو غريبانانو مزدورانو باندې ظلم مۀ کوئ، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا مسافر وى چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="15">هره ورځ د نمرپرېواتو نه مخکښې هغوئ له خپلې دياړۍ ورکوئ، هغوئ غريبانان دى او پېسو ته يې ضرورت دے. کۀ تاسو هغوئ له پېسې ورنۀ کړئ، نو هغوئ به ستاسو خِلاف مالِک خُدائ ته فرياد وکړى او دا به ستاسو په ګناه کښې حِساب شى.</verse>
				<verse number="16">د چا بچو چې جرمونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ مور پلار نۀ شى وژلے او د چا مور پلار چې جرمونه کړى وى نو د هغې په وجه دې د هغوئ بچى نۀ شى وژلے، هر څوک به صرف د خپلو جرمونو په وجه وژلے شى چې هغوئ په خپله کړى وى.</verse>
				<verse number="17">مسافر او يتيمان د خپلو حقُونو نه مۀ محرومه کوئ، او د يوې کونډې نه د قرض په ضمانت کښې جامې مۀ اخلئ.</verse>
				<verse number="18">هغه راياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ، نو دا ځکه ما تاسو له دا حُکم درکړے دے.</verse>
				<verse number="19">کله چې تاسو خپل فصل راغونډوئ او چې کوم فصل تاسو رېبلے وى او د هغې نه څۀ درنه پاتې شى نو په هغې پسې واپس مۀ ورځئ، دا به مسافرو، يتيمانو او کونډو دپاره پرېښودلے شى، نو داسې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له په هغه هر کار کښې برکت درکړى چې تاسو يې کوئ.</verse>
				<verse number="20">کله چې تاسو يو ځل خپل زيتون وشوکوئ، نو هغې له بيا مۀ ورځئ چې هغه پاتې شوى راوشوکوئ، دا به د مسافرو، يتيمانو او کونډو دپاره وى.</verse>
				<verse number="21">کله چې تاسو يو ځل خپل انګور راټول کړئ، نو په دوېم ځل د انګورو راټولولو دپاره باغونو ته مۀ ځئ، کوم انګور چې پاتې وى نو هغه به د مسافرو، يتيمانو او کونډو دپاره وى.</verse>
				<verse number="22">دا هيڅکله مۀ هېروئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ، نو دا ځکه ما تاسو له دا حُکم درکړے دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">فرض کړئ چې دوه کسان د يوې لانجې هوارولو دپاره عدالت ته لاړ شى او قاضيان فېصله وکړى چې يو په حقه دے او بل په ناحقه دے.</verse>
				<verse number="2">کۀ په هغه ناحقه کس باندې د وهلو حُکم وشى، نو د قاضى په مخکښې دې هغه پړمخې څملولے شى او په کوړو دې ووهلے شى. هغۀ چې کوم جرم کړے وى نو د کوړو د ګزارونو شمېر به د هغې په مطابق وى.</verse>
				<verse number="3">خو هغه به د څلوېښتو کوړو نه زيات نۀ شى وهلے، د څلوېښتو نه زياتو کوړو مطلب به دا وى چې ستاسو ګاونډى د خلقو په مخکښې وشرميږى.</verse>
				<verse number="4">د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ.</verse>
				<verse number="5">کۀ دوه وروڼه يو ځائ اوسيږى او يو د هغوئ نه مړ شى او يو زوئ يې هم پاتې نۀ شى، نو د هغۀ کونډه ښځه به د پردى سړى سره وادۀ نۀ کوى، دا د مړ سړى د ورور ذمه وارى ده چې هغه وادۀ کړى او د هغې سره کوروالے کوى.</verse>
				<verse number="6">د هغوئ چې وړومبے کوم زوئ پېدا شى نو هغه به د مړ سړى زوئ ګڼلے شى، چې د هغۀ نوم د بنى اِسرائيلو نه ختم نۀ شى.</verse>
				<verse number="7">خو کۀ د مړ سړى ورور هغې سره وادۀ کول نۀ غواړى، نو هغه ښځه به د ښار مشرانو ته پېش شى او وبه وائى چې زما لېور خپله ذمه وارى نۀ پوره کوى، هغه دا نۀ غواړى چې د هغۀ د ورور نوم په بنى اِسرائيلو کښې باقى پاتې شى.</verse>
				<verse number="8">نو د ښار مشران دې هغه راوغواړى او د هغۀ سره دې خبره وکړى. کۀ تر اوسه پورې يې وادۀ کول نۀ غواړى،</verse>
				<verse number="9">نو د هغۀ د ورور کونډه ښځه دې د ښار د مشرانو په وړاندې هغۀ له ورشى، د هغۀ يوه څپلۍ دې وباسى، د هغۀ په مخ دې توکاڼې اوتُوکى او وبه وائى چې دا هغه څۀ دى چې د هغه سړى سره به کيږى چې د خپل ورور کور آبادول نۀ غواړى.</verse>
				<verse number="10">نو د هغۀ خاندان به په بنى اِسرائيلو کښې په دې نوم ياديږى چې، ”هغه سړے چې څپلۍ يې ويستلے شوې وه.“</verse>
				<verse number="11">کۀ دوه سړى په جګړه وى او د هغه يو سړى ښځه د خپل خاوند د مدد کوشش داسې وکړى چې هغه بل سړے د هګو نه راونيسى،</verse>
				<verse number="12">نو چې په هغه ښځه باندې هيڅ رحم ونۀ کړئ، او د هغې لاس پرې کړئ.</verse>
				<verse number="13">کله چې تاسو ناپ تول کوئ نو په هغې کښې ټګى مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="14"></verse>
				<verse number="15">صحيح او پوره ناپ تول کوئ، نو داسې به تاسو په هغه مُلک کښې يوه ډېره موده تېره کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ د هغه خلقو نه کرکه کوى چې څوک داسې دوکه مار کارونه کوى.</verse>
				<verse number="17">هغه راياد کړئ چې کله تاسو د مِصر نه راروان وئ نو عماليقيانو درسره څۀ وکړل.</verse>
				<verse number="18">هغوئ د خُدائ پاک نه هيڅ يره نۀ کوله، نو هغوئ په داسې وخت کښې په تاسو د شا نه حمله وکړه چې تاسو ستړى ستومانه وئ او چې کوم وروستو پاتې وُو نو هغه ټول يې ووژل.</verse>
				<verse number="19">نو چې کله مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه مُلک تاسو له درکړى او د خپلو ټولو دشمنانو نه مو بچ کړى چې ستاسو نه ګېرچاپېره اوسيږى، نو ګورئ چې ټول عماليقيان ووژنئ، نو د آسمان لاندې به هيڅ څوک نور هغوئ نۀ يادوى. دا کار مۀ هېروئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">د هغې نه وروستو چې کله تاسو هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او هلته اوسېږئ،</verse>
				<verse number="2">نو تاسو هر يو به خامخا د هر فصل وړومبے برخه په يوه ټوکرۍ کښې ږدئ او دا به د عبادت هغه يو ځائ ته وړۍ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درته د دې دپاره ښائى چې د هغۀ د نوم درناوے وشى.</verse>
				<verse number="3">هغه دې د هغه وخت مقرر شوى اِمام له لاړ شى او هغۀ ته دې ووائى چې زۀ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته دا اِقرار کوم چې زۀ هغه مُلک ته ورداخل شوم چې زمونږ د پلار نيکۀ سره يې وعده شوې وه چې مونږ له به يې راکوى.</verse>
				<verse number="4">اِمام به ټوکرۍ ستاسو نه واخلى او هغه به دا د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک د قربان‌ګاه په وړاندې کېږدى.</verse>
				<verse number="5">نو، د مالِک خُدائ په حضور کښې به تاسو دا خبرې بيان کړئ چې، ”زما پلار نيکۀ د شام وو او هغه به لکه د کوچيانو ګرځېدو، هغۀ خپل خاندان مِصر ته بوتلو چې هلته اوسيږى. کله چې هغوئ هلته لاړل نو هغوئ څو کسان وُو، خو د هغوئ نه يو لوئ او طاقتور قوم جوړ شوے دے.</verse>
				<verse number="6">د مِصر خلقو مونږ سره بد سلوک کولو او زمونږ نه يې غلامان جوړ کړى وُو.</verse>
				<verse number="7">نو مونږ د خپل پلار نيکۀ مالِک خُدائ ته د مدد دپاره فرياد وکړو. نو هغۀ زمونږ فرياد واورېدو او زمونږ تکليف، سختۍ او غم يې وليدو.</verse>
				<verse number="8">د خپل لوئ طاقت او قُدرت سره هغۀ مونږ د مِصر نه راوويستلو. هغۀ معجزې او نښې څرګندې کړې او يروونکى کارونه يې وکړل.</verse>
				<verse number="9">هغۀ مونږ دلته راوستلو او دا مُلک يې راکړو، هغه مُلک چې زرخېز او آباد دے.</verse>
				<verse number="10">نو ما مالِک خُدائ له د پېداوار وړومبۍ برخه راوړې ده چې هغۀ ما له د دې زمکې نه راکړې ده.“ نو بيا دا ټوکرۍ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په وړاندې کېږدئ او د هغۀ په حضور کښې سجده وکړئ.</verse>
				<verse number="11">په هغه ښۀ څيزونو شُکر وباسئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو او ستاسو خاندان له درکړى دى، او ليويان او مسافر پرېږدئ کوم چې تاسو سره اوسيږى چې تاسو سره په جشن کښې شامل شى.</verse>
				<verse number="12">په هر درېم کال ليويانو، مسافرو، يتيمانو او کونډو له د خپلو فصلونو لسمه برخه ورکوئ، نو داسې ستاسو په هره علاقه کښې به د خوراک ضرورى څيزونه ملاويږى. کله چې تاسو دا وکړئ،</verse>
				<verse number="13">نو مالِک خُدائ ته ووايئ چې زما په کور کښې د مقدسې لسمې حِصې نه هيڅ نۀ دى پاتې شوى، ما هغه ليويانو، مسافرو، يتيمانو او کونډو له ورکړى دى، لکه څنګه چې تا ما ته حُکم کړے دے. د لسمې حِصې په حقله ما ستا د حُکمونو نه د يو حُکم نافرمانى نۀ ده کړې او نۀ مې هېر کړې دى.</verse>
				<verse number="14">کله چې زۀ په غم غمژن وم نو ما د دې نه هيڅ نۀ دى خوړلى، کله چې زۀ ناپاک وم نو ما د دې نه د خپل کور نه بهر هيڅ نۀ دى ويستلى، او ما د دې نه د مړو دپاره نذرانې په توګه هيڅ نۀ دى ورکړى. مالِکه خُدايه، ما ستا تابعدارى کړې ده، د لسمې حِصې په حقله چې تا څۀ حُکم کړے دے نو ما هغه هر څۀ کړى دى.</verse>
				<verse number="15">په آسمان کښې د خپل مقدس مقام نه لاندې وګوره او خپلو خلقو بنى اِسرائيلو له برکت ورکړه، هغه مُلک له هم برکت ورکړه چې زرخېز او آباد دے کوم چې تا مونږ له راکړے دے، لکه څنګه چې تا زمونږ د پلار نيکۀ سره وعده کړې وه.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نن تاسو ته حُکم کوى چې په دې ټولو حُکمونو او اصُولو باندې عمل کوئ، او د زړۀ د اخلاصه په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ.</verse>
				<verse number="17">نن تاسو دا اِقرار کړے دے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے. او تاسو وعده کړې ده چې د هغۀ په لاره به روان يئ او د هغۀ قانون، حُکمونه او اصُول به منئ او د هغۀ فرمانبردارى به کوئ.</verse>
				<verse number="18">مالِک خُدائ نن تاسو خپل قيمتى قوم ګڼلى يئ، لکه څنګه چې هغۀ تاسو سره وعده کړې وه، او هغۀ تاسو له حُکم درکړے دے چې د هغۀ ټول حُکمونه به منئ.</verse>
				<verse number="19">هغۀ چې څومره قومونه پېدا کړى دى نو په هغه ټولو کښې به ستاسو مقام اوچت وى، نو ستاسو په وجه به د هغۀ د نوم صِفت او درناوے کيږى. تاسو به هغه قوم يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته مقدس وى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">بيا موسىٰ او د بنى اِسرائيلو مشرانو خلقو ته وفرمائيل، ”نن چې زۀ کوم اصُول درته ښايم هغه ټول ومنئ.</verse>
				<verse number="2">په کومه ورځ چې تاسو د اُردن سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هلته لوئ لوئ کاڼى ودروئ او لېو يې کړئ،</verse>
				<verse number="3">او په هغې باندې دا ټول قانون او خبرې وليکئ. کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې پئ او شات په کښې ډېر تېر وى، چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک ستاسو سره د هغې وعده کړې ده،</verse>
				<verse number="4">او چې تاسو د اُردن بلې غاړې ته واوړئ، نو د عيبال په غرۀ باندې دا کاڼى ودروئ، لکه څنګه چې نن زۀ تاسو له حُکم درکوم او هغه کاڼى لېو کړئ.</verse>
				<verse number="5">هلته د کاڼو يوه داسې قربان‌ګاه جوړه کړئ چې د هغې په جوړولو کښې د اوسپنې هيڅ آوزار استعمال نۀ شى،</verse>
				<verse number="6">ځکه چې تاسو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دپاره هره قربان‌ګاه جوړَوئ نو هغه دې د داسې کاڼو نه جوړولے شى چې کټ کړے شوى نۀ وى. هلته به تاسو سوزېدونکې قربانۍ پېش کوئ،</verse>
				<verse number="7">او هلته به تاسو قربانى کوئ او خپلې د سلامتۍ نذرانې به خورئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې به شُکر وباسئ.</verse>
				<verse number="8">په کومو کاڼو باندې چې لېو شوے وى په هغې باندې د خُدائ پاک د قانون هره يوه خبره صفا صفا وليکئ.“</verse>
				<verse number="9">بيا موسىٰ او د ليوى قبيلې اِمامانو ټولو بنى اِسرائيلو ته ووئيل، ”اے د بنى اِسرائيلو خلقو، خاموش شئ او غوږ ونيسئ. نن تاسو د خپل خُدائ پاک د مالِک خُدائ خپل خلق شوئ،</verse>
				<verse number="10">نو د هغۀ تابعدارى کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه او قانون پوره کوئ چې نن يې زۀ درکوم.“</verse>
				<verse number="11">بيا هم په هغه ورځ موسىٰ د بنى اِسرائيلو خلقو ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="12">”د اُردن سيند نه د اوړېدو نه پس به دغه قبيلې د ګِرزيم په غرۀ ودريږى، يعنې د شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار، يوسف او بنيامين قبيلې. او دوئ به په خلقو د برکتونو اِعلان کوى.</verse>
				<verse number="13">نو دغه قبيلې يعنې د روبين، جاد، آشر، زبولون، دان او نفتالى د عيبال په غرۀ ودريږى. او په خلقو به لعنت وائى</verse>
				<verse number="14">ليويان به دا خبرې په اوچت آواز سره وکړى،</verse>
				<verse number="15">د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د کاڼى، لرګى، يا د ويلې کړے شوے څۀ څيز نه بُت جوړ کړى او په پټه د هغې عبادت کوى، مالِک خُدائ د بُت پرستۍ نه نفرت کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.</verse>
				<verse number="16">د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل مور پلار بې‌عزتى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.</verse>
				<verse number="17">د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د ګاونډى د زمکې د حد پوله خوځوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.</verse>
				<verse number="18">د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې يو ړوند کس بې‌لارې کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.</verse>
				<verse number="19">د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې هغه مسافر، يتيمان او کونډې د خپلو حقُونو نه محرومه کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.</verse>
				<verse number="20">د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل پلار د ښځې سره زنا کوى، او د خپل پلار بې‌عزتى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.</verse>
				<verse number="21">د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د ځناور سره حرامکارى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.</verse>
				<verse number="22">د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپلې سکه يا ناسکه خور سره زنا کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.</verse>
				<verse number="23">د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپلې خواښې سره زنا کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.</verse>
				<verse number="24">د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې په پټه باندې قتل کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.</verse>
				<verse number="25">د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د يو بې‌ګناه کس د قتل پېسې اخلى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.</verse>
				<verse number="26">د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خُدائ پاک په ټولو لارښودنو او قانون باندې عمل نۀ کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="28">
				<verse number="1">کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک پوره فرمانبردارى وکړئ او په وفادارۍ سره د هغۀ په ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ تاسو له درکوم، نو هغه به تاسو له د دُنيا په ټولو قومونو باندې اوچت مقام درکړى.</verse>
				<verse number="2">د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک فرمانبردارى کوئ او هغه به تاسو له دا ټول برکتونه درکړى،</verse>
				<verse number="3">کۀ تاسو په ښارونو يا کلو کښې اوسېږئ نو مالِک خُدائ به تاسو له برکت درکړى.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ به تاسو له ډېر اولاد، ډېره غله او ډېر څاروى او ګډې درکړى.</verse>
				<verse number="5">ستاسو په کندو او خانک کښې به برکت وى.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ به ستاسو په هر کار کښې برکت واچوى.</verse>
				<verse number="7">کله چې ستاسو دشمنان په تاسو حمله کوى نو مالِک خُدائ به هغوئ له شکست ورکړى. هغوئ به د يو طرف نه په تاسو حمله وکړى، خو بيا به په هر طرف ستاسو نه تښتى.</verse>
				<verse number="8">تاسو چې هر کار کوئ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هغې کښې برکت واچوى او ستاسو ګودامونه به د غلې نه ډک کړى. هغه به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى کوم چې تاسو له درکوى.</verse>
				<verse number="9">کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکمونه ومنئ او د هغۀ په لاره روان يئ، نو هغه به ستاسو نه يو مقدس قوم جوړ کړى لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="10">نو د دُنيا ټول قومونه به وګورى چې تاسو د مالِک خُدائ په نوم يادېږئ او هغوئ به ستاسو نه يريږى.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ به تاسو له په هغه مُلک کښې ډېر اولاد، ډېر څاروى، او ډېر فصلونه درکړى د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره تاسو له د درکولو وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="12">هغه به په آسمان کښې د خپلې ډکې خزانې نه په صحيح موسم کښې باران ووروى او ستاسو په هر کار کښې به برکت واچوى، نو تاسو به ډېرو قومونو له قرض ورکوئ، خو د هيچا نه به تاسو قرض نۀ اخلئ.</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو د قومونو کشران نه بلکې مشران جوړ کړى، نن چې زۀ کوم حُکمونه درکوم کۀ په هغه ټولو باندې عمل وکړئ نو تاسو به همېشه کامياب يئ او هيڅکله به ناکام نۀ شئ.</verse>
				<verse number="14">زۀ چې نن تاسو له کوم حُکمونه درکوم نو د هغې نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ او نۀ چې په نورو معبودانو پسې لاړ شئ او نۀ يې عبادت وکړئ.</verse>
				<verse number="15">خو کۀ تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نافرمانى وکړئ او د هغۀ په ټولو حُکمونو او قانون باندې په وفادارۍ سره عمل نۀ کوئ کوم چې زۀ نن درکوم، نو دا لعنتونه به په تاسو راشى او په تاسو به غالِب شى.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ به ستاسو په ښارونو او پټو باندې لعنت راولى.</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ به ستاسو په غله او په هغه خوراک لعنت راولى چې تاسو يې د دې نه تياروئ.</verse>
				<verse number="18">مالِک خُدائ به په تاسو لعنت راولى او لږ بچى، بې‌کاره فصل او لږ څاروى او ګډې به درکړى.</verse>
				<verse number="19">مالِک خُدائ به ستاسو هر کار لعنتى کړى.</verse>
				<verse number="20">کۀ تاسو بد عمل کوئ او د مالِک خُدائ نه اِنکار کوئ نو هغه به په تاسو افت، وارخطائى او تکليف راولى، چې زر او په پوره توګه تباه شئ.</verse>
				<verse number="21">هغه به په تاسو باندې پرله پسې بيمارۍ راولى تر دې پورې چې په هغه مُلک کښې ستاسو يو کس به هم پاتې نۀ شى کوم چې تاسو قبضه کوئ.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ به تاسو په خورېدونکو بيمارو، په پړسوب او تبه باندې آخته کړى، هغه به سره د توروالى او د پشم د بيمارۍ اوچ کالى او سخته ګرمى راولى. دا افتونه به تر مرګه پورې تاسو سره وى.</verse>
				<verse number="23">بره د آسمان نه به باران بند وى او زمکه به د کاڼى په شان کلکه شى.</verse>
				<verse number="24">د باران په ځائ به مالِک خُدائ د خاورو او د شګو طوفان راولى او طوفانونه به تر هغې پورې وى چې تاسو تباه کړى.</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ به ستاسو دشمنانو له په تاسو باندې فتح ورکړى. تاسو به د يو طرف نه په هغوئ باندې حمله وکړئ، خو تاسو ته به د تېښتې لار نۀ ملاويږى، چې د زمکې خلق ستاسو دا حالات وګورى نو وبه يريږى چې دا په تاسو څۀ شوى دى.</verse>
				<verse number="26">ستاسو لاشونه به د ټولو مارغانو او ځنګلى ځناورو خوراک شى او هلته به هيڅ څوک داسې نۀ وى چې تاسو نه يې وشړى.</verse>
				<verse number="27">مالِک خُدائ به په تاسو باندې دانې راوخېژوى، لکه څنګه چې هغۀ په مِصريانو راخېژولې وې. هغه به ستاسو بدنونه د دردونو سره مات کړى. تاسو به په خارښت او دانو باندې پټ شئ، خو د دې به هيڅ علاج نۀ وى.</verse>
				<verse number="28">مالِک خُدائ به تاسو ليونى کړى، هغه به تاسو ړاندۀ کړى او دماغ به مو ګډ‌وډ کړى.</verse>
				<verse number="29">د غرمې په وخت کښې به هم تاسو د ړندو په شان اخوا دېخوا ګرځئ او تاسو به د دې جوګه نۀ يئ چې لاره پېدا کړئ. تاسو به په يو کار کښې هم کامياب نۀ يئ. تاسو به پوره کړېدلى او لوټ شوى يئ او هلته به داسې څوک نۀ وى چې ستاسو مدد وکړى.</verse>
				<verse number="30">تاسو به د يوې پېغلې سره کوژدن وکړئ، خو بل څوک به د هغې سره څملى. تاسو به يو کور جوړ کړئ، خو هيڅکله به په هغې کښې ونۀ وسېږئ. تاسو به د انګورو باغ وکَرئ، خو د هغې انګور به هيڅکله ونۀ خورئ.</verse>
				<verse number="31">ستاسو څاروے به د ستاسو د سترګو په وړاندې حلال شى، خو تاسو به يې غوښه ونۀ خورئ. ستاسو په وړاندې به ستاسو خرونه بوتلے شى خو تاسو له به واپس در نۀ کړے شى، ستاسو ګډې به ستاسو دشمنانو له ورکړے شى خو ستاسو د مدد دپاره به هيڅ څوک نۀ وى.</verse>
				<verse number="32">ستاسو زامن او لوڼه به نورو قومونو له غلامان ورکړے شى تاسو به همېشه هغوئ ته سترګې په لار يئ خو هيڅ به هم نۀ شئ کولے.</verse>
				<verse number="33">يو پردے قوم به هغه ټول فصلونه يوسى چې د هغې په کَرلو کښې تاسو ډېره سخته خوارى کړې وى، خو په هغه وخت کښې به تاسو ته د سخت کړاؤ او بد سلوک نه بغېر هيڅ نۀ ملاويږى.</verse>
				<verse number="34">او دا تکليفونه چې تاسو وينئ نو تاسو به ليونى شئ.</verse>
				<verse number="35">مالِک خُدائ به ستاسو پښې په لا علاجه او دردناکو زخمونو پټې کړى، د سر نه تر پښو پورې به په تاسو باندې دانې راوخېژى.</verse>
				<verse number="36">مالِک خُدائ به تاسو او ستاسو بادشاه يو پردى مُلک ته بوځى، هلته به مخکښې هيڅکله نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ اوسېدلى وى، هلته به تاسو د داسې معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼى نه جوړ وى.</verse>
				<verse number="37">په کومو مُلکونو کښې چې مالِک خُدائ تاسو خوارۀ وارۀ کړى، نو تاسو به د خلقو دپاره يروونکى شئ، هغوئ به په تاسو پورې ټوقې او مسخرې کوى.</verse>
				<verse number="38">تاسو به ښۀ ډېر تخم وکَرئ، خو لږ فصل به ترې ورېبئ، ځکه چې د قحطۍ مُلخان به ستاسو فصلونه وخورى.</verse>
				<verse number="39">تاسو به د انګورو باغونه وکَرئ او د هغې ساتنه به وکړئ، خو تاسو به نۀ د هغې نه انګور راغونډ کړئ او نۀ به يې مے وڅښئ، ځکه چې چينجى به انګور وخورى.</verse>
				<verse number="40">د زيتُونو ونې به ستاسو په مُلک کښې شوى وى، خو هيڅ د زيتُونو تېل به تاسو ته مِلاو نۀ شى، ځکه چې زيتون به کچه راوغورزيږى.</verse>
				<verse number="41">ستاسو به زامن او لوڼه وى، خو تاسو به يې د ځان سره نۀ شئ ساتلے، ځکه چې هغوئ به قېديان شى.</verse>
				<verse number="42">ستاسو ټولې ونې او فصلونه به د قحطۍ مُلخان خراب‌تُراب کړى.</verse>
				<verse number="43">ستاسو په مُلک کښې چې کوم د پردى مُلک خلق اوسيږى هغوئ به ورځ په ورځ په تاسو زورَور کيږى او تاسو به ورځ په ورځ کمزورى کېږئ.</verse>
				<verse number="44">هغوئ سره به پېسې وى چې تاسو له يې قرض درکړى، خو تاسو سره به هيڅ نۀ وى چې تاسو يې هغوئ له قرض ورکړئ. په آخر کښې به هغوئ ستاسو بادشاهان شى.</verse>
				<verse number="45">دا ټول افتونه به په تاسو راشى او دا افتونه به ستاسو تر تباهۍ پورې تاسو سره وى، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک فرمانبردارى ونۀ کړه او په هغه ټول قانون باندې تاسو عمل ونۀ کړو چې هغۀ درکړے وو.</verse>
				<verse number="46">دا افتونه به د يوې نښې او خبردارى په شان ستاسو او ستاسو د اولاد په مينځ کښې د همېشه دپاره وى.</verse>
				<verse number="47">مالِک خُدائ تاسو له په هر څۀ کښې برکت درکړے دے، خو تاسو په خوشحالۍ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="48">نو بيا به تاسو د هغه دشمنانو خِدمت کوئ چې مالِک خُدائ يې ستاسو خِلاف درلېږى. تاسو به اوږى، تږى، بربنډ او د هر څۀ حاجتمند يئ. مالِک خُدائ به تاسو سخت وکَړوى تر دې پورې چې تباه شئ.</verse>
				<verse number="49">مالِک خُدائ به ستاسو خِلاف د لرې ځائ نه يو قوم راولى، هغه قوم چې تاسو به يې په ژبه نۀ پوهېږئ. هغوئ به د باز په شان په تاسو باندې راغوټه شى.</verse>
				<verse number="50">هغوئ به يو ظالم او بې‌رحمه قوم وى چې نۀ به د مشرانو عزت کوى او نۀ به په کشرانو رحم کوى.</verse>
				<verse number="51">هغوئ به ستاسو څاروى او فصلونه وخورى او تاسو به د لوږې نه مړۀ شئ. هغوئ به ستاسو غله، مے، د زيتُونو تېل، څاروى او ګډې هيڅ هم نۀ پرېږدى، او تاسو به مړۀ شئ.</verse>
				<verse number="52">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې کوم مُلک تاسو له درکوى هغوئ به د هغې په هر ښار باندې حمله وکړى او په کومو اوچتو او پَخو دېوالونو باندې چې تاسو اعتبار کوئ هغه به راوغورزيږى.</verse>
				<verse number="53">کله چې ستاسو دشمنان ستاسو ښارونه محاصره کوى، نو تاسو به دومره اوږى شئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له کوم بچى درکړى وى نو هغه به هم وخورئ.</verse>
				<verse number="54">ستاسو د ټولو نه شريف او د نرم زړۀ سړے به هم په محاصره کښې دومره اوږے شى چې هغه به هم خپل بچى وخورى ځکه چې نور خوراک به نۀ ملاويږى. هغه به په دې پاتې لاش کښې خپل ورور او ښځې له چې مينه ورسره کوى او خپلو بچو له هيڅ هم نۀ ورکوى.</verse>
				<verse number="55"></verse>
				<verse number="56">ستاسو د ټولو نه شريفه او د نرم زړۀ ښځه، دومره شريفه او پاکه چې په پوره ژوند کښې چرته نۀ وى تلې، هغه به هم دغه شان کار کوى. کله چې دشمن هغه ښار محاصره کړى، نو هغه به دومره اوږې شى چې هغه به پټ پټ خپل نوے پېدا شوے ماشوم او پېروان هم خورى. هغه به په دې کښې خپل خاوند له چې مينه ورسره کوى او خپل بچى هم نۀ شريکوى.</verse>
				<verse number="57"></verse>
				<verse number="58">کۀ تاسو په وفادارۍ د خُدائ پاک ټولې لارښودنې ونۀ منئ کومې چې په دې کِتاب کښې ليکلے شوى دى او کۀ تاسو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک عجيبه او هيبتناک نوم نه ونۀ يرېږئ،</verse>
				<verse number="59">نو هغه به په تاسو او ستاسو په اولاد باندې داسې لاعلاجه بيمارۍ او دردناکې وباګانې راولېږى چې هغه به هيڅکله نۀ بنديږى.</verse>
				<verse number="60">هغه به يو ځل بيا په تاسو باندې هغه ټولې يروونکې بيمارۍ راولى چې په تاسو باندې په مِصر کښې تېرې شوې وى او تاسو به هيڅکله روغ نۀ شئ.</verse>
				<verse number="61">هغه به هغه هر قِسم بيمارۍ او وباګانې هم راولېږى چې هغه د خُدائ پاک د قانون په دې کِتاب کښې نۀ دى بيان شوى او تاسو به تباه شئ.</verse>
				<verse number="62">اګر چې تاسو به د آسمان د ستورو په شان بې‌شمېره شئ، خو صِرف ستاسو يو څو کسان به ژوندى پاتې شى، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک فرمانبردارى ونۀ کړه.</verse>
				<verse number="63">لکه څنګه چې مالِک خُدائ په خوشحالۍ سره تاسو کامياب کړئ او ستاسو شمېر يې زيات کړو، نو هم دغه شان هغه به خوشحالۍ سره تاسو تباه کړى او تباهى به درباندې راولى. تاسو به د هغه مُلک د بېخ نه وويستلے شئ کوم چې تاسو قبضه کوئ.</verse>
				<verse number="64">مالِک خُدائ به تاسو په ټولو قومونو کښې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به تاسو د هغه معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼو نه جوړ وى، د هغه بُتانو چې د دې نه مخکښې نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ د هغې عبادت کړے وى.</verse>
				<verse number="65">په هغه قومونو کښې به هيچرته تاسو ته امن نۀ ملاويږى، تاسو ته به يو ځائ کښې هم آرام نۀ ملاويږى، مالِک خُدائ به ستاسو پرېشانى، نا‌اُميدى او غم د حد نه زيات کړى.</verse>
				<verse number="66">ستاسو ژوند به همېشه په خطره کښې وى. شپه او ورځ به تاسو يرېږئ او تاسو به هر وخت د مرګ په يره کښې ژوند تېروئ.</verse>
				<verse number="67">تاسو چې هر څۀ هم ګورئ نو زړونه به مو د يرې نه درزيږى. هر سحر به تاسو د ماښام ارمان کوئ، او هر ماښام به تاسو د سحر ارمان کوئ.</verse>
				<verse number="68">مالِک خُدائ به تاسو په سمندرى جهاز کښې واپس مِصر ته ولېږى، اګر چې هغۀ فرمائيلى وُو چې تاسو به هيڅکله هلته بيا نۀ ځئ. هلته به تاسو دا کوشش وکړئ چې خپل ځانونه په دشمنانو باندې غلامان خرڅ کړئ، خو هيڅ څوک به تاسو نۀ اخلى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="29">
				<verse number="1">دا د هغه لوظ خبرې دى چې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې د موآب په مُلک کښې د بنى اِسرائيلو سره دا لوظ وکړى، دا ټولې خبرې د هغه لوظ نه علاوه وې چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د هغوئ سره کړې وې.</verse>
				<verse number="2">موسىٰ ټول بنى اِسرائيليان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو په خپلو سترګو وليدل چې مالِک خُدائ په فِرعون، د هغۀ په ټولو درباريانو او د هغۀ په ټول مُلک باندې څۀ وکړل.</verse>
				<verse number="3">تاسو سختې وباګانې، معجزې او لوئې نښې وليدې چې مالِک خُدائ وکړې.</verse>
				<verse number="4">خو تر نن ورځې پورې مالِک خُدائ تاسو له د پوهېدو دپاره عقل، د ليدلو سترګې او د اورېدو غوږونه نۀ دى درکړى.</verse>
				<verse number="5">څلوېښت کاله په بيابان کښې مالِک خُدائ ستاسو لارښودنه وکړه او ستاسو جامې او څپلۍ هيڅکله نۀ دى زَړې شوې.</verse>
				<verse number="6">کۀ څۀ هم چې تاسو سره د خوراک دپاره نه روټۍ او نه د څښلو دپاره درسره مے او شراب وُو، خو مالِک خُدائ ستاسو د ضرورت پوره کولو دپاره تاسو له خوراک درکړو چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغه ستاسو خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="7">او کله چې مونږ دې ځائ ته راغلو، نو د حسبون بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج زمونږ خِلاف جنګ له راووتل. خو مونږ هغوئ له شکست ورکړو،</verse>
				<verse number="8">د هغوئ مُلک مو ونيولو او دا مونږ د روبين او جاد په قبيلو او د منسى په نيمه قبيله باندې تقسيم کړو.</verse>
				<verse number="9">په وفادارۍ سره د دې لوظ ټول شرطونه ومنئ، نو داسې به تاسو په هر کار کښې کامياب يئ.</verse>
				<verse number="10">نن ستاسو ټول سړى، ستاسو مشران او آفسران د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ دى،</verse>
				<verse number="11">هم داسې ستاسو ښځې ستاسو بچى، او هغه مسافر چې هغوئ ستاسو سره اوسيږى او لرګى درله پرې کوى او تاسو له اوبۀ راوړى.</verse>
				<verse number="12">نن تاسو د هغه لوظ دپاره راغلى يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو سره کوى چې هغه د قسم په شان پوخ دے،</verse>
				<verse number="13">نو چې تاسو د مالِک خُدائ خلق يئ او هغه ستاسو خُدائ پاک وى، لکه څنګه چې هغۀ تاسو، ستاسو پلار نيکۀ اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره وعده کړې وه.</verse>
				<verse number="14">صِرف تاسو هغه خلق نۀ يئ چې د چا سره مالِک خُدائ دا لوظ کوى.</verse>
				<verse number="15">هغه دا لوظ زمونږ ټولو سره کوى کوم چې نن دلته د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په مخکښې ولاړ يُو او زمونږ د اولاد سره هم چې هغوئ لا پېدا شوى نۀ دى.</verse>
				<verse number="16">ستاسو به ياد وى چې په مِصر کښې ژوند څنګه وو او د نورو قومونو په علاقه کښې د تېرېدو سفر څنګه وو.</verse>
				<verse number="17">تاسو د هغوئ مردار بُتان وليدل چې د لرګى، کاڼى، سپينو زرو او سرو زرو نه جوړ وُو.</verse>
				<verse number="18">پام کوئ چې يو سړے، ښځه، خاندان او يوه قبيله هم د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه وانۀ وړى کوم چې نن دلته حاضر يئ چې تاسو د نورو قومونو د معبودانو عبادت وکړئ. دا به د يوې داسې جرړې په شان وى چې يو ترخه او زهرژنه مېوه ترې نه جوړه شى.</verse>
				<verse number="19">پام کوئ چې دلته نن هيڅ څوک هم داسې نۀ وى چې هغه د دې لوظ خبرې اورى او خپل ځان له دا تسلى ورکوى چې کۀ هغه د خپل ضدى زړۀ په خوښى پسې هم ځى نو هغه به محفوظ وى، دا به ښۀ او بد دواړه تباه کړى.</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ به داسې سړے نۀ معاف کوى. د مالِک خُدائ سخت قهر او د هغۀ سخت غېرت به د هغۀ خِلاف شى او په دې کِتاب کښې ليکلے شوى ټول لعنتونه به په هغۀ رانازل شى تر دې پورې چې مالِک خُدائ هغه پوره تباه کړى.</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ به هغه د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو په مخکښې د عبرت يوه نمونه جوړه کړى او يوه تباهى به ورباندې راولى هم هغه شان څنګه چې هغه ټول لعنتونه په هغه لوظ کښې شوى دى کوم چې مالِک خُدائ د لارښودنې په دې کِتاب کښې ليکلى دى.</verse>
				<verse number="22">په راتلونکى نسلونو کښې ستاسو اولاد او د لرې مُلکونو مسافر به هغه تباهى او تکليفونه وګورى چې مالِک خُدائ ستاسو په مُلک باندې راوستلى وى.</verse>
				<verse number="23">پټى به شنډ شى، په زېړو ګوګړو او مالګه به پټ شى، هيڅ څۀ به په دې کښې نۀ شى کَرلے، هغه واښۀ قدرې به هم په کښې نۀ کيږى. ستاسو مُلک به د سدوم او عموره، ادمه او ضبوئيم په شان وى، چې مالِک خُدائ تباه کړى وُو په کوم وخت چې هغه سخت په قهر وو.</verse>
				<verse number="24">بيا به ټوله دُنيا وائى چې، ”د هغوئ په مُلک يې دا ولې وکړل؟ څۀ وجه وه چې هغه دومره سخت په قهر وو؟“</verse>
				<verse number="25">نو د هغې جواب به دا وى چې، ”د مِصر نه راويستلو په وخت چې خُدائ پاک د هغوئ پلار نيکۀ کوم لوظ کړے وو، نو د مالِک خُدائ خلقو هغه مات کړے دے.</verse>
				<verse number="26">هغوئ د هغه معبودانو عبادت وکړو چې مخکښې يې هيڅکله نۀ وو کړے، د هغه معبودانو چې مالِک خُدائ د هغوئ د عبادت نه منع کړى وُو.</verse>
				<verse number="27">نو مالِک خُدائ خپلو خلقو ته په قهر شو او د هغوئ په مُلک يې هغه ټول لعنتونه راوستل چې په دې کِتاب کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="28">مالِک خُدائ سخت په قهر شو او د خپل لوئ قهر په وجه يې د هغوئ د مُلک نه راوويستل او يو پردى مُلک ته يې وشړل او هغوئ تر نن ورځ پورې هلته دى.“</verse>
				<verse number="29">داسې څۀ خبرې شته دے چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه په راز کښې ساتلى دى او څۀ يې زمونږ او زمونږ د اولاد دپاره څرګندې کړې دى د دې دپاره چې مونږ د هغۀ د قانون ټولې خبرې همېشه ومنو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="30">
				<verse number="1">ما تاسو له د برکت او لعنت په مينځ کښې خوښه درکړې ده. کله چې په تاسو باندې دا ټول کارونه شوى وى او تاسو د هغه قومونو په مينځ کښې اوسېږئ چرته چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوارۀ وارۀ کړى يئ، نو تاسو به هغه خوښه راياده کړئ چې ما درکړې ده.</verse>
				<verse number="2">کۀ تاسو او ستاسو اولاد مالِک خُدائ ته راواپس شئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ حُکمونه ومنئ کوم چې نن زۀ درکوم،</verse>
				<verse number="3">نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په تاسو رحم وکړى. هغه به تاسو واپس د هغه قومونو نه راولى چرته چې هغۀ تاسو خوارۀ وارۀ کړى يئ او هغه به بيا تاسو نېک بخته کړى.</verse>
				<verse number="4">کۀ د دُنيا آخرى سر ته هم لېږلے شوى يئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو راغونډ کړى او واپس به مو راولى،</verse>
				<verse number="5">هغه به تاسو هغه مُلک ته راولى چرته چې ستاسو پلار نيکۀ اوسېدل او دا به قبضه کړئ. او هغه به تاسو نور هم کامياب کړى او تاسو به په شمېر کښې د خپل پلار نيکۀ نه هم زيات کړى.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو او ستاسو د اولاد زړونه بدل کړى، نو تاسو به د زړۀ د اخلاصه د هغۀ سره مينه کوئ او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ به دا ټول لعنتونه ستاسو په دشمنانو واچوى، چې هغوئ ستاسو نه کرکه کوله او تاسو يې کړَولى يئ،</verse>
				<verse number="8">او تاسو به بيا د هغۀ فرمانبردارى کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه به منئ کوم چې نن زۀ درکوم.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ به تاسو په هر کار کښې کاميابوى، ستاسو به ډېر اولاد او ډېر څاروى وى او ستاسو پټى به ډېر فصلونه پېدا کوى. هغه به ستاسو په کاميابولو باندې دومره خوشحاله وى لکه څنګه چې هغه ستاسو د پلار نيکۀ په کاميابولو خوشحاله وو،</verse>
				<verse number="10">خو تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ او د هغۀ په ټولو حُکمونو به عمل کوئ کوم چې د هغۀ د شريعت په دې کِتاب کښې ليکلى دى. تاسو به د زړۀ د اخلاصه هغۀ ته راوګرځئ.</verse>
				<verse number="11">نن چې زۀ کوم حُکم درکوم هغه ډېر ګران نۀ دے او نۀ ستا د وس نه بهر دے.</verse>
				<verse number="12">دا خو څۀ په آسمان کښې نۀ دے. چې تاسو به داسې ووايئ چې څوک پاس آسمان ته ختلے شى، او مونږ له به يې راکوز کړى، چې مونږ يې واورو او عمل پرې وکړُو؟</verse>
				<verse number="13">نۀ دا د سمندر نه پورې غاړه دے. تاسو به دا نۀ وايئ چې څوک به د سمندر نه پورې وځى چې مونږ له يې راوړى، چې مونږ يې واورو او عمل پرې وکړُو؟</verse>
				<verse number="14">بلکې هغه پېغام تاسو سره نزدې دے، دا ستاسو په شونډو او ستاسو په زړۀ کښې دے، چې عمل پرې وکړئ.</verse>
				<verse number="15">ګورئ زۀ نن ستاسو په وړاندې يو طرف ته ژوند او خوشحالى ږدم او بل طرف ته مرګ او تباهى ږدم چې تاسو به څۀ خوښوئ.</verse>
				<verse number="16">کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکمونه ومنئ، کوم چې نن زۀ درکوم، کۀ تاسو د هغۀ سره مينه کوئ، د هغۀ په لارو تلل کوئ او د هغۀ په ټول قانون عمل کوئ، نو تاسو به کامياب شئ او د ډېرو خلقو قوم به شئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى چې تاسو يې قبضه کوئ.</verse>
				<verse number="17">خو کۀ تاسو د هغۀ نه واوړئ او د هغۀ فرمانبردارى نۀ کوئ او د نورو معبودانو د عبادت دپاره بې‌لارې کول کوئ،</verse>
				<verse number="18">نو تاسو به تباه شئ، زۀ نن تاسو له خبردارے درکوم. تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره نۀ کړئ کوم چې د اُردن نه پورې دے چې تاسو يې قبضه کوئ.</verse>
				<verse number="19">زۀ نن تاسو له د ژوند او مرګ، د خُدائ پاک د برکت او د خُدائ پاک د لعنت په مينځ کښې فېصله په تاسو پرېږدم او زۀ آسمان او زمکې ته وايم چې د هغې ګواه وى چې تاسو يې خوښوئ. ژوند خوښ کړئ.</verse>
				<verse number="20">د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ فرمانبردارى کوئ او د هغۀ وفادار شئ نو بيا به تاسو او ستاسو اولاد په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره کړئ چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره د ورکولو وعده کړې ده.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="31">
				<verse number="1">نو موسىٰ د بنى اِسرائيلو سره خپلې خبرې جارى وساتلې،</verse>
				<verse number="2">او وې فرمائيل چې، ”زۀ اوس د يو سل او شلو کالو يم او زۀ نور ستاسو د مشرۍ جوګه نۀ يم. او مالِک خُدائ ما ته دا هم فرمائيلى دى چې زۀ به د اُردن نه پورې نۀ ووځم.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله ستاسو نه مخکښې پورې وځى او هغه قومونه به تباه کړى چې هلته اوسيږى، نو تاسو به د هغوئ مُلک قبضه کړئ، او يشوَع به ستاسو مشر وى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ به هغه خلق هغه شان تباه کړى، لکه څنګه چې هغۀ د اموريانو بادشاهان سيحون او عوج تباه کړى وُو او د هغوئ مُلک يې تباه کړو.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ به تاسو له په هغوئ باندې فتح درکړى او تاسو به د هغوئ سره خامخا هم هغه شان کار کوئ لکه څنګه چې ما درته وئيلى دى.</verse>
				<verse number="6">تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“</verse>
				<verse number="7">بيا موسىٰ يشوَع راوغوښتلو او د ټولو بنى اِسرائيلو په مخکښې يې هغۀ ته وفرمائيل، ”تکړه او زړَور اوسه، تۀ هغه کس يې چې د دې خلقو رهنمائى به کوې چې هغه مُلک قبضه کړى چې مالِک خُدائ يې د هغوئ پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ به په خپله ستاسو لارښودنه کوى او هغه به تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى، نو يرېږئ مه او حوصله مۀ بائيلئ.“</verse>
				<verse number="9">نو موسىٰ د خُدائ پاک قانون وليکلو او دا يې هغه ليوى اِمامانو، کومو چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق وړلو او د بنى اِسرائيلو مشرانو له يې ورکړو.</verse>
				<verse number="10">هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو، ”د هر اوؤم کال په آخر کښې يعنې کله چې د قرضونو د معاف کولو کال راځى، نو د جونګړو په اختر کښې دا په اوچت آواز سره وايئ.</verse>
				<verse number="11">دا ټولو بنى اِسرائيلو ته وايئ کله چې هغوئ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د عبادت دپاره، د عبادت هغه يو ځائ ته راشى.</verse>
				<verse number="12">سړى، ښځې، ماشومان او مسافر چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، دا ټول راوغواړه، چې هغوئ دا واورى او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه يرېدل زده کړى او چې د هغۀ د قانون په ټولو خبرو پوره عمل کوى.</verse>
				<verse number="13">نو ستاسو هغه اولاد چا چې هيڅکله د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک قانون نۀ دے اورېدلے نو هغوئ به يې واورى. نو هغوئ به د هغۀ فرمانبردارى زده کړى چې هغوئ په هغه مُلک کښې تر کومې پورې اوسيږى چې هغه د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ.“</verse>
				<verse number="14">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ ورځې رانزدې دى. يشوَع راوغواړه او مقدسې خېمې ته يې راوله، چې هلته هغۀ ته نصيحت وکړم.“ نو موسىٰ او يشوَع خېمې ته لاړل،</verse>
				<verse number="15">او مالِک خُدائ هلته د وريځې د ستن په شکل کښې څرګند شو چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ولاړه وه.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ نېټه پوره کېدونکې ده او د خپل پلار نيکۀ سره به يو ځائ شې او ستا د مرګ نه پس به خلق زما نه نافرمانه شى او هغه لوظ به مات کړى چې ما د هغوئ سره کړے دے. هغوئ به ما پرېږدى او د هغه مُلک د غېرو معبودانو عبادت به وکړى چې کوم ته هغوئ ورننوځى.</verse>
				<verse number="17">نو بيا به زۀ هغوئ ته په قهر شم، زۀ به هغوئ پرېږدم او هغوئ به تباه شى. ډېر سخت افتونه به په هغوئ راشى، نو هغوئ ته به پته ولګى چې په هغوئ باندې داسې ځکه کيږى چې زۀ يعنې خُدائ پاک نور د هغوئ مل نۀ يم.</verse>
				<verse number="18">نو په هغه وخت به زۀ د هغوئ نه مخ واړوم، ځکه چې هغوئ به بد عمل کړے وى او د نورو معبودانو عبادت به يې کړے وى.</verse>
				<verse number="19">اوس دا سندره وليکه. دا د بنى اِسرائيلو خلقو ته وښايه او ور زده يې کړه، نو چې دا د هغوئ خِلاف د ګواه په شان وى.</verse>
				<verse number="20">زۀ به هغوئ هغه مُلک ته بوځم چې زرخېز او آباد دے، لکه څنګه چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره وعده کړې ده. هغوئ چې څومره خوراک غواړى نو هلته به ورته ملاويږى او هغوئ به په آرام سره ژوند تېروى. خو هغوئ به واوړى او د نورو معبودانو عبادت به وکړى. زما نه به هغوئ منکر شى او زما لوظ به مات کړى،</verse>
				<verse number="21">او کله چې په هغوئ باندې سخت افتونه او مصيبتونه راشى نو دا سندره به د هغوئ خِلاف ګواه وى، ځکه چې د هغوئ اولاد به دا نۀ هېروى. ما ته د هغوئ د ارادې پته ده چې هغوئ مې لا وعده کړے شوى مُلک ته راوستلى هم نۀ دى.“</verse>
				<verse number="22">نو هم په هغه ورځ موسىٰ دا سندره وليکله او په بنى اِسرائيلو باندې يې زده کړه.</verse>
				<verse number="23">بيا مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”تکړه او زړَور اوسه. تۀ به اِسرائيليان هغه مُلک ته بوځې چې ما د هغوئ سره د هغې وعده کړې ده او زۀ به ستا مل يم.“</verse>
				<verse number="24">نو موسىٰ د خُدائ پاک مکمل حُکمونه په يو کِتاب کښې وليکل.</verse>
				<verse number="25">کله چې هغه اوزګار شو، نو هغۀ ليويانو اِمامانو ته وفرمائيل کوم چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق مشران وُو،</verse>
				<verse number="26">”د خُدائ پاک د قانون دا کِتاب واخلئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د لوظ صندوق په خوا کښې يې کېږدئ، چې دا د خپلو خلقو خِلاف د يو ګواه په شان وى.</verse>
				<verse number="27">ما ته پته ده چې هغوئ څومره ضدى او سرکشه دى. هغوئ زما په ژوند کښې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او زما د مرګ نه پس به هغوئ نور بغاوت هم کوى.</verse>
				<verse number="28">د قبيلو ټول مشران او آفسران زما په وړاندې راغونډ کړئ، چې زۀ هغوئ ته دا خبرې وښايم، زۀ به آسمان او زمکه د هغوئ خِلاف ګواهان جوړ کړم.</verse>
				<verse number="29">ما ته پته ده چې زما د مرګ نه پس به خلق بدعمله شى او چې ما څۀ ورته ښودلى دى د هغې نه به منکر شى. او په راتلونکى وخت کښې به هغوئ د افت سره مخامخ شى، ځکه چې هغوئ به مالِک خُدائ په قهر کړے وى د هغه کارونو په وجه چې هغۀ منع کړى دى.“</verse>
				<verse number="30">بيا موسىٰ حمد ووئيلو او د بنى اِسرائيلو ټول قوم ورته غوږ اېښے وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="32">
				<verse number="1">اے آسمانونو. ما ته غوږ کېږدئ او زۀ به خبرې وکړم، اے زمکې زما د خولې خبرې واوره.</verse>
				<verse number="2">زما تعليمات به د باران په شان راپرېوځى، او زما پېغام به د پرخې په شان راکوزيږى. پرېږده چې زما خبرې په تازه واښو باندې د باران په شان راپرېوځى، او چې د نرى باران په شان په شنو بوټو باندې ووريږى.</verse>
				<verse number="3">زۀ به د مالِک خُدائ د نوم بيان وکړم، زمونږ د خُدائ پاک لوئى بيان کړئ.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ طاقتور ساتونکے دے، د هغۀ کارونه مکمل دى او د هغۀ هر کار د اِنصاف دے، ستاسو خُدائ پاک وفادار او رښتونے دے، هغه صادق او اِنصاف کوونکے دے.</verse>
				<verse number="5">خو تاسو بې‌وفا يئ او د دې لائق نۀ يئ چې د هغۀ خلق شئ، تاسو ګناهګار او دوکه باز قوم يئ.</verse>
				<verse number="6">تاسو د مالِک خُدائ سره داسې کوئ، اے کم عقلو او بې‌شعوره خلقو. هغه ستاسو پلار دے، هغه ستاسو خالِق دے، هغۀ تاسو جوړ کړئ او آباد يې کړئ.</verse>
				<verse number="7">تاريخ ته وګورئ، هغه وخت چې پخوا تېر شوے دے، د خپل پلار نيکۀ نه تپوس وکړئ نو هغه به درته ووائى چې څۀ شوى وُو، د خپلو مشرانو نه تپوس وکړئ، هغوئ به مو د تېرې زمانې نه خبر کړى.</verse>
				<verse number="8">خُدائ تعالىٰ قومونو له خپل خپل ميراث ورکړو، کله چې هغۀ فېصله وکړه چې قومونه به په کوم کوم ځائ کښې اوسيږى، چې هر يو قوم د خپل هغه معبود سره اوسيږى چې هغۀ ورله خوښ کړے وى،</verse>
				<verse number="9">خو د يعقوب اولاد هغۀ د خپل ځان دپاره خوښ کړو.</verse>
				<verse number="10">هغۀ هغوئ په بيابان کښې پېدا کړل چې سرګردانه ګرځېدل، چې يوه خوشې او اوچه صحرا وه. هغۀ هغوئ بچ کړل او پام يې ورباندې وکړو، لکه چې هغه يې د سترګو تور وى.</verse>
				<verse number="11">لکه چې يو باز خپل بچى ته د الوتلو چل ښائى، او په حِفاظت سره يې په خورو وزرو کښې نيسى، مالِک خُدائ اِسرائيليان د غورزېدو نه وساتل.</verse>
				<verse number="12">يواځې مالِک خُدائ د خپلو خلقو لارښودنه وکړه د هغۀ سره د پردى خُدائ مدد نۀ وو.</verse>
				<verse number="13">هغۀ دا موقع ورکړه چې په اوچتو مُلکونو حکومت وکړى، او هغوئ له يې د پټو د فصلونو خوراک ورکړو په هغوئ يې د يو ګټ نه شات وخوړل، د کاڼى په شان سختې زمکې نه يې د زيتُونو تېل ورکړل.</verse>
				<verse number="14">د رَمو نه يې ماستۀ او پئ او د ګډُورى لم ورکړل، د بسن ښۀ ګډُورى او چېلى او ښۀ غنم يې ورکړل. د انګورو رس نه تاسو مے وڅښل.</verse>
				<verse number="15">د مالِک خُدائ خلق مالداره شول، خو سرکشه وُو، هغوئ څاربۀ او په خوراک ماړۀ وُو. هغوئ خُدائ پاک خپل خالِق پرېښودو هغوئ د خپل طاقتور خلاصوونکى نه منکر شول.</verse>
				<verse number="16">د هغوئ بُت پرستۍ د مالِک خُدائ غېرت رابېدار کړو، د هغوئ حرام کار هغه په قهر کړو.</verse>
				<verse number="17">هغوئ پيريانو ته قربانۍ وکړې او خُدائ پاک ته يې ونۀ کړې، هغه معبودان چې هغوئ نۀ دى پېژندلى، هغه معبودان چې اوس اوس راوتلى دى چې ستاسو پلار نيکۀ د دې نه هيڅکله نۀ دى يرېدلى،</verse>
				<verse number="18">هغوئ خپل خُدائ پاک خپل خلاصونکے هېر کړو، چا چې هغوئ له ژوند ورکړے وو.</verse>
				<verse number="19">کله چې مالِک خُدائ دا وليدل، هغه په قهر وو او د خپلو زامنو او لوڼو نه منکر شو.</verse>
				<verse number="20">هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به د هغوئ نه مخ واړوم، بيا به زۀ وګورم چې په هغوئ باندې څۀ کيږى، ځکه چې هغه يو ضدى نسل دے، څوک چې بې‌وفا دى.</verse>
				<verse number="21">د خپلو غلطو بُتانو په وجه هغوئ زۀ په قهر کړے يم، د بې‌کاره معبودانو په وجه هغوئ زما غېرت راپارولے دے، زۀ به هغوئ د هغه خلقو په وجه په حسد کړم څوک چې قوم نۀ دى، نو زۀ به د يو کم عقل قوم په ذريعه هغوئ په قهر کړم،</verse>
				<verse number="22">زما قهر به د اور په شان لمبې ووهى او په زمکه باندې هر څيز به وسوزوى. دا به لاندې دُنيا ته ورسيږى او د غرونو بېخونه به تباه کړى.</verse>
				<verse number="23">زۀ به په هغوئ باندې نۀ ختمېدونکى افتونه راولم او د هغوئ خِلاف به خپل ټول غشى استعمال کړم.</verse>
				<verse number="24">هغوئ به د لوږې او تبې نه مړۀ شى، هغوئ به په دې سختو وباګانو مړۀ شى. زۀ به ځنګلى ځناور ورولېږم چې په هغوئ حمله وکړى، او زهرژن ماران به ورولېږم چې هغوئ وچيچى.</verse>
				<verse number="25">د جنګ په وجه به په کوڅو کښې مړى پراتۀ وى، په کورونو کښې به يره وى. پېغلې او ځوانان به مړۀ شى، نۀ به ماشومان او نۀ به سپين‌ږيرى بچ شى.</verse>
				<verse number="26">ما به هغوئ بېخى تباه کړى وى، نو هيڅ څوک به هغوئ نۀ يادوى.</verse>
				<verse number="27">خو د هغوئ دشمنان ما داسې لافو وهلو ته پرې نۀ ښودل چې هغوئ زما خلقو له شکست ورکړے وے، ځکه چې هغوئ ما په خپله ختم کړى دى.“</verse>
				<verse number="28">بنى اِسرائيل يو داسې قوم دے چې شعور نۀ لرى، هغوئ بېخى عقل نۀ لرى.</verse>
				<verse number="29">کاش چې هغوئ هوښيار وے او په دې باندې پوهېدلے، کاش چې هغوئ په خپل اَنجام باندې پوهه شوى وے.</verse>
				<verse number="30">ولې زرو کسانو د يو کس نه شکست وخوړو، او ولې لسو زرو صِرف دوه کسانو نه شکست وخوړو؟ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک، هغوئ پرېښى وُو، خُدائ تعالىٰ د هغوئ نه مخ اړولے وو.</verse>
				<verse number="31">د هغوئ دشمنانو ته پته ده چې د هغوئ معبودان کمزورى دى، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په شان طاقتور نۀ دى.</verse>
				<verse number="32">د هغوئ دشمنان د سدوم او عموره په شان خراب شوى دى، هغوئ د داسې باغونو په شان دى چې تراخۀ او زهرژن انګور نيسى،</verse>
				<verse number="33">د داسې ميو په شان چې د مارانو د زهرو نه جوړ وى.</verse>
				<verse number="34">د مالِک خُدائ په ياد دى چې د هغوئ دشمنانو څۀ کړى دى، هغه د صحيح وخت اِنتظار کوى چې هغوئ له سزا ورکړى.</verse>
				<verse number="35">مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم. نو هغه وخت به راشى چې هغوئ به راوغورزيږى، او د هغوئ د تباهۍ ورځ نزدې ده.</verse>
				<verse number="36">مالِک خُدائ به خپل خلق بچ کړى کله چې هغه ووينى چې د هغوئ طاقت ختم شو. هغه به په هغوئ رحم وکړى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى، کله چې وګورى چې هغوئ څومره بې‌مددګاره دى.</verse>
				<verse number="37">نو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو نه تپوس وکړى، ”هغه تکړه معبودان چرته دى چې تاسو پرې يقين لرلو؟</verse>
				<verse number="38">تاسو د خوراک دپاره هغوئ له د خپلو قربانو وازګه ورکوله او د څښلو دپاره مو ورته مے پېش کول. اوس هغوئ دې راشى او ستاسو مدد دې وکړى، هغوئ دې ستاسو بچ کولو دپاره رامنډه کړى.</verse>
				<verse number="39">زۀ او يواځې زۀ خُدائ پاک يم، بل يو هم حقيقى خُدائ نشته. زۀ مړۀ کول او ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول او روغول کوم، او هيڅ څوک زما د کارونو مخالفت نۀ شى کولے.</verse>
				<verse number="40">څنګه چې په حقيقت سره زۀ ژوندے خُدائ پاک يم، زۀ خپل لاس اوچتوم او په خپل ذات قسم خورم</verse>
				<verse number="41">چې زۀ به خپله ځلېدونکې تُوره تېره کړم او وبه ګورم چې اِنصاف وشى. زۀ به د خپلو دشمنانو نه بدل واخلم او هغوئ له به سزا ورکړم چې څوک زما نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="42">زما غشى به د هغوئ په وينه کښې ډُوب شى، او زما تُوره به هغه ټول ووژنى څوک چې زما مخالفت کوى. څوک چې زما خِلاف جنګ کوى زۀ هغه يو کس هم نۀ پرېږدم. تر دې پورې چې زخميان او قېديان به هم مړۀ شى.“</verse>
				<verse number="43">قومونو، تاسو د مالِک خُدائ د خلقو صِفت وکړئ، مالِک خُدائ هغه هر چا له سزا ورکوى چې څوک هغوئ ووژنى. هغه د خپلو دشمنانو نه بدله اخلى او د خپلو خلقو د زمکې کفاره ادا کوى.</verse>
				<verse number="44">موسىٰ او د نون زوئ يشوَع د دې حمد ټولې خبرې بيان کړې، د دې دپاره چې د بنى اِسرائيلو خلق يې واورى.</verse>
				<verse number="45">کله چې موسىٰ د خُدائ پاک خبرې د خلقو سره ختمې کړې،</verse>
				<verse number="46">هغۀ دا هم وفرمائيل، ”ما چې نن کومې خبرې تاسو سره کړې دى دا ټولې په زړۀ کښې واچوئ. د يو حُکم په توګه يې خپلو بچو ته وښايئ چې هغوئ د دې نصيحتُونو هره خبره ومنى.</verse>
				<verse number="47">دا د لارښودنې هسې تشې خبرې نۀ دى، دا ستاسو د ژوند خبرې دى. دا ومنئ نو تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره کړئ چې د اُردن سيند نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ.“</verse>
				<verse number="48">هم په هغه ورځ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="49">”د موآب په مُلک کښې د عباريم غرونو ته لاړ شه چې د يريحو ښار ته مخامخ دے، د نبو غرۀ ته وخېژه او د کنعان مُلک ته وګوره کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.</verse>
				<verse number="50">تۀ به په هغه غر باندې مړ شې لکه څنګه چې ستا ورور هارون د حُور په غرۀ باندې مړ شوے وو،</verse>
				<verse number="51">ځکه چې د بنى اِسرائيلو په مخکښې تاسو دواړو زما سره بې‌وفائى وکړه. کله چې تاسو د صين په صحرا کښې چې د قادِس ښار سره نزدې دے، د مريبه د چينو سره وئ، نو د خلقو په مخکښې تاسو زما سپکاوے وکړو.</verse>
				<verse number="52">تاسو به د يو لرې ځائ نه هغه مُلک وګورئ، خو تاسو به هغه مُلک ته ورننه نۀ وځئ کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="33">
				<verse number="1">دا هغه برکتونه دى چې د خُدائ پاک پېغمبر موسىٰ يې د خپل مرګ نه مخکښې د بنى اِسرائيلو دپاره اِعلان وکړو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د سينا غر نه راغلو، هغه په ادوم باندې د نمر په شان راوختلو او د فاران غر نه په خپلو خلقو باندې وځلېدو. لس زره فرښتې د هغۀ سره وې، او په ښى لاس کښې يې د اور لمبه وه.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره مينه کوى او هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى. نو هغوئ د هغۀ په نقش قدم روان دى او د هغۀ حُکمونه منى.</verse>
				<verse number="4">د هغۀ قانون منو چې موسىٰ مونږ له راکړے دے، چې دا زمونږ د قوم د ټولو نه قيمتى سرمايه ده.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه شو کله چې د هغوئ قبيلې او مشران يو ځائ راغونډ وُو.“</verse>
				<verse number="6">موسىٰ د روبين قبيلې په حقله داسې وفرمائيل، ”روبين دې ژوندے وى او هيڅکله دې نۀ مرى، اګر چې د هغوئ خلق لږ دى.“</verse>
				<verse number="7">د يهوداه قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، د مدد دپاره د هغوئ چغې واوره، هغوئ يو ځل بيا د نورو قبيلو سره يو موټے کړه. مالِکه خُدايه، د هغوئ دپاره وجنګېږه، او د هغوئ د دشمنانو خِلاف د هغوئ مدد وکړه.“</verse>
				<verse number="8">د ليوى قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ خپله رضا د اُوريم او تميم په ذريعه څرګندوې د خپلو وفادارو خِدمتګارانو، ليويانو په ذريعه، هغوئ تا په مسه کښې وآزمائيل او د مريبه چينو سره دې رښتونى ثابت کړل.</verse>
				<verse number="9">هغوئ تا ته د مور پلار، وروڼو او بچو نه هم زياته وفادارى وښودله. هغوئ ستا حُکمونه ومنل او هغوئ ستا د لوظ وفادار وُو.</verse>
				<verse number="10">هغوئ به ستا خلقو ته وښائى چې ستا د قانون تابعدارى وکړى، هغوئ به ستا په قربان‌ګاه باندې قربانۍ پېش کړى.</verse>
				<verse number="11">مالِکه خُدايه، د هغوئ د قبيلې مدد وکړه چې تکړه شى، د هغوئ د کارونو نه خوشحاله شه. د هغوئ دشمنان ختم کړه، او مۀ يې پرېږده چې بيا سر راپورته کړى.“</verse>
				<verse number="12">د بنيامين قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”دا هغه قبيله ده چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوى او ساتنه يې کوى، هغه ټوله ورځ د هغوئ حِفاظت کوى، او هغه د هغوئ په مينځ کښې اوسيږى.“</verse>
				<verse number="13">د يوسف قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دې د باران سره د هغوئ مُلک له برکت ورکړى او لاندې د زمکې نه د اوبو برکت ورکړى.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ دې د هغوئ مُلک له په نمر پَخو شوو مېوو سره برکت ورکړى، د هغوئ مُلک دې د هر موسم د ډېرو ښو مېوو سره ښۀ کړى.</verse>
				<verse number="15">د هغوئ پخوانى غرونه دې د ښو مېوو په ونو باندې شنۀ شى.</verse>
				<verse number="16">د هغوئ مُلک دې د ټولو نعمتونو نه ډک شى، مالِک خُدائ دې د خپل خېر سره هغوئ له برکت ورکړى، چا چې د سوزېدونکې بوټى نه خبرې وکړې. دا برکتونه دې د يوسف په قبيله نازل شى، ځکه چې هغه د خپلو وروڼو نه اوچت وو.</verse>
				<verse number="17">يوسف د غوَيى په شان طاقت لرى، د ځنګلى غوَيى د ښکرو په شان دے. د هغۀ ښکرونه د منسى زرګونو خلق دى او د اِفرائيم لس زره په زرګونو خلق دى. د دې ښکرو سره هغه قومونه وهى او د دُنيا آخرى سرونو ته يې رسوى.“</verse>
				<verse number="18">د زبولون او يساکار قبيلو په حقله هغۀ وفرمائيل، ”زبولون دې په سمندرى کاروبار کښې مالداره شى، او د يساکار دولت دې په کور کښې زيات شى.</verse>
				<verse number="19">هغوئ مسافر خپل غرۀ ته رابلى او هلته صحيح قربانۍ پېش کوى. هغوئ ته د آباد سمندر نه دولت ملاويږى او د شګو نه ورته پټه خزانه ملاويږى.“</verse>
				<verse number="20">د جاد قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، چا چې د هغوئ علاقه لويه کړه. جاد د ازمرى په شان اِنتظار کوى چې د ښکار مټ او کوپړۍ غوڅه کړى.</verse>
				<verse number="21">هغوئ د ځان دپاره د ټولو نه ښۀ زمکه واخستله، د يو مشر برخه د هغوئ په حواله شوه. هغوئ د مالِک خُدائ حُکمونه او قانون ومنلو کله چې د بنى اِسرائيلو مشران يو ځائ راغونډ وُو.“</verse>
				<verse number="22">د دان قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”دان د يو ځوان ازمرى په شان دے، چې د بسن نه ټوپ وهى.“</verse>
				<verse number="23">د نفتالى قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”د نفتالى سره د مالِک خُدائ د نېکۍ ډېر برکت دے، د هغوئ مُلک به په جنوب کښې د ګليل ډنډ پورې رسيږى.“</verse>
				<verse number="24">د آشر قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”آشر ته د نورو قبيلو نه زيات برکت ورکړے شوے دے. هغه به په خپلو وروڼو کښې د ټولو نه ګران وى، او د زيتُونو ونې به د هغۀ په مُلک کښې ښې ډېرې وى.</verse>
				<verse number="25">د هغۀ د ښارونو دې د اوسپنې په دروازو سره حِفاظت وشى، او هغه دې همېشه په امن کښې ژوند تېروى.</verse>
				<verse number="26">اے بنى اِسرائيلو، ستاسو د خُدائ پاک په شان خُدائ نشته، د خپل شان سره هغه پاس په آسمان کښې دے، ستاسو د مدد دپاره هغه په وريځو سور راځى.</verse>
				<verse number="27">خُدائ پاک همېشه ستاسو د حِفاظت ځائ دے، د هغۀ ابدى قوت به ستاسو مدد کوى. تاسو چې مخ په وړاندې ځئ نو هغه ستاسو دشمنان شړى، او تاسو ته يې وفرمائيل چې، هغوئ ټول تباه کړئ.</verse>
				<verse number="28">نو د يعقوب اولاده، په امن سره اوسېږئ، په هغه مُلک کښې په حِفاظت کښې اوسئ چې د غلې او د ميو نه ډک دے، چرته چې د آسمان نه پرخه زمکه اوبۀ کوى.</verse>
				<verse number="29">اِسرائيلو، تاسو څومره خوشحاله يئ. ستاسو په شان هيڅ څوک هم نشته، يو داسې قوم چې مالِک خُدائ خلاصون ورکړے دے. مالِک خُدائ په خپله ستاسو ډال او ستاسو تُوره دے، چې ستاسو حِفاظت وکړى او تاسو له فتح درکړى. ستاسو دشمنان به راشى او د رحم دپاره به سوال کوى، او تاسو به هغوئ د پښو لاندې کړئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="34">
				<verse number="1">بيا موسىٰ د موآب د مېدانونو نه د نبو غرۀ ته وختلو، کوم چې د پِسګه غر سر ته چې يريحو ته مخامخ دے، او هلته مالِک خُدائ هغۀ ته هغه ټول مُلک وښودلو يعنې د دان ښار پورې د جِلعاد علاقه يې ورته وښودله،</verse>
				<verse number="2">د نفتالى ټوله علاقه، د اِفرائيم او منسى علاقې، د مديترانى د سمندر پورې د يهوداه علاقه،</verse>
				<verse number="3">د صحرا برخه، او هغه مېدان چې د ضُعر نه د يريحو پورې رسيږى، چې د کجورو د ونو ښار دے.</verse>
				<verse number="4">بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې ما د دې وعده د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړې ده چې د هغوئ اولاد له به يې ورکوم. ما د دې کتلو ته پرېښودې خو هلته تلو ته به دې نۀ پرېږدم.“</verse>
				<verse number="5">نو چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې موسىٰ د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے هلته به د موآب په مُلک کښې مرى نو هم هغه شان وشول.</verse>
				<verse number="6">نو هغۀ هغه د بيت‌فعور ښار ته مخامخ د موآب په مُلک کښې په يو مېدان کښې ښخ کړو، خو تر ننه پورې د هغۀ د ښخېدو صحيح ځائ پته هيچا ته نشته.</verse>
				<verse number="7">موسىٰ د يو سل او شلو کالو په عُمر کښې وفات شو، هغه په هغه وخت هم د مخکښې په شان تکړه وو او د هغۀ د سترګو نظر ټيک وو.</verse>
				<verse number="8">بنى اِسرائيل دېرش ورځې د موآب په مېدانونو کښې په هغۀ پسې غمژن وُو،</verse>
				<verse number="9">د نون زوئ يشوَع د اِلهامى حِکمت نه ډک شو، ځکه چې موسىٰ هغه مقرر کړے وو چې د هغۀ په ځائ کار کوى. بنى اِسرائيلو د يشوَع تابعدارى وکړه او هغه حُکمونه يې پوره کړل چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه هغوئ له ورکړى وُو.</verse>
				<verse number="10">نو په اِسرائيلو کښې هيڅکله د موسىٰ په شان پېغمبر نۀ دے پېدا شوے، چې مالِک خُدائ مخامخ د هغۀ سره خبرې وکړې.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ موسىٰ د دې دپاره مُلک مِصر ته ولېږلو چې د فِرعون او د هغۀ د درباريانو خلاف داسې معجزې او عجيبه کارونه ښکاره کړى.</verse>
				<verse number="12">بل يو پېغمبر هم داسې لوئ لوئ او يروونکى کارونه نۀ دى کړى لکه چې موسىٰ د ټولو بنى اِسرائيلو په وړاندې وکړل.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="6">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د مرګ نه پس مالِک خُدائ د موسىٰ مددګار د نون زوئ يشوَع سره کلام وکړو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ وفرمائيل، ”زما خِدمت کوونکے موسىٰ مړ دے نو اوس تۀ او اِسرائيليان تيار شئ او د اُردن د سيند نه پورې غاړه هغه زمکې ته واوړئ چې زۀ به يې تاسو له درکوم.</verse>
				<verse number="3">چې زۀ به هر هغه ځائ تاسو له درکوم چې چرته تاسو قدم ږدئ هم هغه شان لکه څنګه چې ما د موسىٰ سره وعده کړې وه.</verse>
				<verse number="4">ستاسو علاقه به په جنوب کښې د بيابان نه واخله په شمال کښې د لبنان غرونو پورې، نمرخاتۀ طرف د فرات د لوئ سيند نه واخله، نمرپرېواتۀ طرف ته د مديترانى د سمندر پورې خوره وى چې په دې کښې به د حِتيانو ټول مُلک شامل وى.</verse>
				<verse number="5">يشوَع چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې هيڅ څوک به تا له شکست نۀ شى درکولے. زۀ به ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم. زۀ به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړم او نۀ به مو يواځې پرېږدم.</verse>
				<verse number="6">تکړه او زړَور اوسه ځکه کله چې دوئ هغه زمکه قبضه کوى نو تۀ به د هغوئ مشر يې، هغه زمکه چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره د هغې لوظ کړے وو.</verse>
				<verse number="7">تکړه او زړَور اوسه او په هغه ټول شريعت باندې عمل کوه چې زما خِدمت کوونکى موسىٰ تا له درکړے دے. د هغې نه يو خوا بل خوا مۀ اوړه او بيا چې هر چرته هم تۀ ځې نو کامياب به يې.</verse>
				<verse number="8">ستاسو په خولۀ دې د شريعت دا کِتاب خبرې همېشه وى. شپه او ورځ په دې غور کوئ. او چې په دې کښې څۀ ليکلى دى نو په هغې ښۀ عمل کوئ. نو تاسو به کامياب يئ.</verse>
				<verse number="9">دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بې‌حوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“</verse>
				<verse number="10">بيا يشوَع مشرانو له حُکم ورکړو چې،</verse>
				<verse number="11">”په کېمپ کښې وګرځئ او خلقو ته ووايئ چې، څۀ خوراک تيار کړئ ځکه چې درې ورځې پس به تاسو د اُردن سيند نه واوړئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.“</verse>
				<verse number="12">يشوَع د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="13">”هغه څۀ مۀ هېروئ چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ تاسو ته فرمائيلى وُو چې، ”مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له د آرام ځائ درکړى او هغه به تاسو له دا زمکه درکړى.“</verse>
				<verse number="14">ستاسو ښځې، ماشومان او څاروى به په هغه زمکه باندې پاتې شى چې موسىٰ د اُردن سيند بلې غاړې ته تاسو له درکړې ده. خو ستاسو تکړه لښکر به سره د وسلې د بنى اِسرائيلو وروڼو د مدد دپاره مخکښې روان وى،</verse>
				<verse number="15">تر دې چې مالِک خُدائ هغوئ او تاسو له هم آرام درکړى او چې هغوئ هغه زمکه ونيسى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ له ورکړې ده. نو بيا به تاسو خپل هغه مُلک ته راشئ او قبضه به يې کړئ چې د اُردن سيند نه اخوا نمرخاتۀ طرف ته دے، کوم چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ تاسو له درکړے دے.“</verse>
				<verse number="16">هغوئ يشوَع ته ووئيل، ”مونږ به هغه هر څۀ کوُو چې تۀ يې مونږ ته حُکم کوې او هر چرته مو چې لېږې نو مونږ به ځُو.</verse>
				<verse number="17">مونږ به ستا په خبره عمل کوُو لکه څنګه مو چې همېشه د موسىٰ خبره منلې ده. او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې ستا هغه شان مل وى لکه څنګه چې هغه د موسىٰ مل وو.</verse>
				<verse number="18">او څوک هم چې ستا د حُکمونو نه بغاوت کوى او ستا په خبرو باندې عمل نۀ کوى نو مړ به کړے شى. نو بس تۀ تکړه او زړَور اوسه.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">بيا يشوَع د شطيم کېمپ نه دوه جاسوسان په پټه ولېږل او دوئ ته يې حُکم ورکړو چې، ”لاړ شئ او د کنعان په حقله معلومات حاصل کړئ او خاص کَر د يريحو ښار په حقله.“ کله چې هغوئ هغه ښار ته ورغلل نو لاړل چې د راحب نومې کنجرې کره شپه وکړى.</verse>
				<verse number="2">د يريحو بادشاه خبر شو چې څۀ اِسرائيليان په هغه شپه د دې مُلک د جاسوسۍ دپاره راغلى دى.</verse>
				<verse number="3">نو هغۀ راحب ته پېغام ولېږلو، ”ستا کور کښې چې کوم سړى دى هغه د دې مُلک معلومات حاصلولو له راغلى دى. هغوئ رابهر کړه.“</verse>
				<verse number="4">هغې جواب ورکړو، ”څۀ سړى زما کور ته راغلى وُو خو ما ته پته نشته چې دوئ د کوم ځائ وُو. هغوئ د ښار دروازې بندېدو نه لږ مخکښې د نمرپرېواتو په وخت دلته نه لاړل. ما ترې نه دا پته ونۀ لګوله چې هغوئ چرته تلل، خو کۀ تاسو اوس په هغوئ پسې ورمنډه کړئ نو وروبه رسېږئ.“ خو راحب هغه جاسوسان چت ته خېژولى وُو او هغې چې هلته کوم د سنډ بوټى اېښى وُو نو د هغې لاندې يې پټ کړى وُو.</verse>
				<verse number="5"></verse>
				<verse number="6"></verse>
				<verse number="7">د بادشاه سړى د ښار نه لاړل او بيا د ښار دروازه بنده شوه. هغوئ د بنى اِسرائيلو جاسوسانو پسې تر هغه ځائ پورې لاړل چرته چې سړک د اُردن سيند نه تېريږى.</verse>
				<verse number="8">د جاسوسانو د څملاستو نه مخکښې راحب چت ته وروخته</verse>
				<verse number="9">او ورته يې ووئيل، ”ما ته پته ده چې مالِک خُدائ دا مُلک تاسو له درکړے دے او د دې مُلک هر يو کس تاسو نه سخت يريږى.</verse>
				<verse number="10">مونږ د هغې نه خبر شوى يُو چې کله تاسو د مِصر نه تلئ نو مالِک خُدائ څنګه ستاسو په وړاندې بحرِقُلزم اوچ کړو. مونږ دا هم اورېدلى دى چې تاسو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو دوه بادشاهان سيحون او عوج تباه کړى دى.</verse>
				<verse number="11">کله چې مونږ د دې نه خبر شُو نو مونږ ډېر سخت ويرېدُو. ستاسو د يرې نه مونږ ټولو زړونه بائيللى وُو. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک بره په آسمان کښې او لاندې په زمکه هم خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="12">نو اوس بيا په مالِک خُدائ قسم وکړئ چې تاسو به زما خاندان سره داسې ښۀ سلوک کوئ لکه څنګه چې ما تاسو سره کړے دے. او ما سره څۀ ضمانت کېږدئ چې زۀ په تاسو باور وکړم.</verse>
				<verse number="13">ما سره وعده وکړئ چې تاسو به زما د مور پلار، وروڼو خوېندو او د هغوئ د کورَنو ژوند بچ کوئ او مونږ مۀ پرېږدئ چې ووژلے شُو.“</verse>
				<verse number="14">هغه جاسوسانو هغې ته ووئيل، ”کۀ مونږ د خپلې ژبې نه واوړېدو نو خُدائ پاک دې مونږ مړۀ کړى. کۀ تاسو څوک خبر نۀ کړل چې مونږ دلته څۀ کوُو، نو مونږ تاسو سره دا لوظ کوُو چې کله مالِک خُدائ مونږ له دا مُلک راکړى نو مونږ به تاسو سره ښۀ سلوک کوُو.“</verse>
				<verse number="15">راحب چې په کوم کور کښې اوسېده د هغې دېوال د ښار د دېوال سره لګېدلے وو. نو هغې د کړکۍ نه د رسۍ په ذريعه سړى ښکته کوز کړل.</verse>
				<verse number="16">هغې ورته ووئيل، ”هسې نه چې د بادشاه سړى مو پېدا کړى نو د غرونو مُلک ته لاړ شئ او هلته تر درېو ورځو پورې پټ شئ او کله چې د بادشاه سړى راواپس شى نو د هغې نه پس تاسو په خپله مخه تلے شئ.“</verse>
				<verse number="17">هغه سړو هغې ته ووئيل، ”مونږ به په يو شرط باندې په هغه وعده باندې قائم پاتې شُو کومه چې تا زمونږ نه اخستې ده،</verse>
				<verse number="18">تۀ داسې وکړه چې کله مونږ ستاسو په مُلک حمله وکړُو نو تۀ په کړکۍ کښې دا سره رسۍ وتړه د کومې نه چې تۀ مونږ کوزوې. خپل مور پلار، وروڼه او د خپل پلار ټول خاندان کور ته دننه راوله.</verse>
				<verse number="19">خو کۀ څوک د کور نه وځى نو خُون به يې په خپله غاړه وى او مونږ به يې ذمه وار نۀ يُو. خو کۀ په کور کښې دننه چا ته څۀ ضرر ورسېدو نو بيا د هغۀ خُون زمونږ په غاړه دے او مونږ به يې ذمه وار يُو.</verse>
				<verse number="20">خو کۀ چرې تۀ چا ته ووائې چې مونږ دلته څۀ کوُو نو چې کومه وعده تا زمونږ نه اخستې ده مونږ د هغې نه آزاد يُو.“</verse>
				<verse number="21">راحب په دې رضا شوه او هغوئ يې رُخصت کړل. کله چې هغوئ لاړل نو هغې سره رسۍ د کړکۍ سره وتړله.</verse>
				<verse number="22">جاسوسان غرونو ته لاړل او تر درېو ورځو پورې پټ وُو. د بادشاه سړو هغوئ په ټوله لار باندې لټول خو پېدا يې نۀ کړل نو هغوئ واپس يريحو ته لاړل.</verse>
				<verse number="23">بيا هغه دوه جاسوسان د غرونو نه راکوز شول، د سيند نه پورې وتل او واپس يشوَع د نون زوئ له لاړل. او چې څۀ شوى وُو هغه هر څۀ يې هغۀ ته ووئيل.</verse>
				<verse number="24">او بيا هغوئ ووئيل، ”زمونږ يقين دے چې مالِک خُدائ مونږ له هغه ټول مُلک راکړے دے او هلته ټول خلق زمونږ نه ډېر سخت يرېدلى دى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">په بل سحر يشوَع او ټول اِسرائيليان وختى پاڅېدل. او د شطيم کېمپ نه روان شول او اُردن ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې او انتظار يې کولو چې د هغه ځائ نه پورې غاړه واوړى.</verse>
				<verse number="2">درې ورځې پس مشرانو په کېمپ کښې چکر لګولو</verse>
				<verse number="3">او خلقو ته يې حُکم ورکولو، ”کله چې تاسو وګورئ چې اِمامان د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د لوظ صندوق اوړى نو د خپل ځائ نه پاڅئ او هغوئ پسې ځئ.</verse>
				<verse number="4">تاسو مخکښې هيڅکله دلته نۀ يئ راغلى نو هغوئ به تاسو ته د تلو لار ښائى. د لوظ صندوق ته مۀ ورنزدې کېږئ، دې نه تقريباً زر ګزه شاته اوسئ.“</verse>
				<verse number="5">يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”ځانونه پاک کړئ ځکه چې مالِک خُدائ به سبا ستاسو په مينځ کښې لوئ کارونه کوى.“</verse>
				<verse number="6">بيا يشوَع اِمامانو ته وفرمائيل چې، ”د لوظ صندوق اوچت کړئ او دې سره د خلقو نه مخکښې ځئ.“ او څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو نو هغوئ هم هغه شان وکړل.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”نن نه به زۀ د بنى اِسرائيلو په نظر کښې تا عزتمند کړم نو داسې به دوئ پوهه شى چې زۀ ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم.</verse>
				<verse number="8">اِمامانو ته ووايه چې د لوظ صندوق اوړى او کله چې سيند ته ورسى نو دوئ دې د سيند غاړې ته ورکوز شى او هلته دې ودريږى.“</verse>
				<verse number="9">بيا يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”دلته راشئ او چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو ته څۀ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسئ.</verse>
				<verse number="10">داسې به تاسو ته پته ولګى چې ژوندے خُدائ پاک ستاسو په مينځ کښې دے او کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به ضرور کنعانيان، حِتيان، حِويان، فرزيان، جرجاسيان، اموريان او يبوسيان ستاسو د مخې نه لرې کړى.</verse>
				<verse number="11">ګورئ چې د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د لوظ صندوق اُردن ته ستاسو په مخکښې تېرېدونکے دے.</verse>
				<verse number="12">اوس دولس سړى چې د اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې نه يو يو وى غوره کړئ.</verse>
				<verse number="13">اِمامان به د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د لوظ صندوق اوچتوى او کله چې هغوئ خپلې پښې په اوبو کښې کېږدى نو د اُردن سيند بهېدل به بند شى. او کومې اوبۀ چې ښکته راروانې وى هغه به د دېوال په شکل کښې يو ځائ کښې ودريږى.“</verse>
				<verse number="14">دا د لَو وخت وو او سيند ښۀ په موج کښې وو. کله چې خلقو کېمپ پرېښودو چې د اُردن نه پورې غاړه واوړى نو اِمامان چې د لوظ صندوق يې وړو د دوئ نه مخکښې لاړل او څنګه چې اِمامانو په سيند کښې قدم کېښودو،</verse>
				<verse number="15"></verse>
				<verse number="16">نو د اوبو بهېدل بند شو. او لرې د آدم ښار په خوا کښې چې د ضرتان سره نزدې دے هلته اوبۀ د دېوال په شکل ودرېدې. او کومې اوبۀ چې لاندې د مالګې درياب ته بهېدې هغه په مکمله توګه بند شوې او خلق د يريحو سره نزدې پورې غاړه واوړېدل.</verse>
				<verse number="17">اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو د اُردن سيند په مينځ کښې په اوچه زمکه تر هغې پورې ولاړ وُو چې د اِسرائيلو ټول خلق په اوچه زمکه باندې پورې غاړه اوړېدلى نۀ وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">کله چې ټول قوم د اُردن د سيند نه واوړېدو نو مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”د دولسو قبيلو نه يو يو سړے خوښ کړه</verse>
				<verse number="3">او هغوئ له حُکم ورکړه چې د اُردن د سيند د مينځ نه دولس کاڼى راواخلى هم هغه ځائ نه چرته چې اِمامان ولاړ وُو، دوئ ته ووايه چې دا کاڼى د ځان سره يوسى او هلته يې کېږدى چرته به چې نن شپه خېمې لګوئ.“</verse>
				<verse number="4">بيا يشوَع هغه دولس سړى راوغوښتل کوم چې هغۀ د هرې يوې قبيلې نه خوښ کړى وُو</verse>
				<verse number="5">او ورته يې وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د لوظ صندوق په وړاندې د اُردن سيند مينځ ته لاړ شئ. په تاسو کښې هر يو کس به يو يو کاڼے اوچتوى او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو دپاره به يو يو کاڼے په اوږه باندې اوړئ،</verse>
				<verse number="6">دا کاڼى به خلقو ته رايادوى چې مالِک خُدائ څۀ کړى وُو. په راتلونکى وختونو کښې چې کله ستاسو ماشومان ستاسو نه تپوس کوى چې د دې کاڼو مطلب څۀ دے</verse>
				<verse number="7">نو تاسو به ورته وايئ چې کله د مالِک خُدائ د لوظ صندوق هلته نه تېرېدو نو د اُردن سيند اوبۀ بهېدل بند شوى وُو. دا کاڼى به د همېشه دپاره د بنى اِسرائيلو يو يادګار وى.“</verse>
				<verse number="8">سړو د يشوَع په حُکمونو عمل وکړو او څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته حُکم کړے وو هغوئ د اُردن سيند مينځ نه دولس کاڼى واخستل د بنى اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې دپاره يې يو يو اوچت کړو د خېمو ځائ ته يې يوړل او هلته يې کېښودل.</verse>
				<verse number="9">يشوَع د اُردن سيند په مينځ کښې د دولسو کاڼو يو بل يادګار ودرولو چرته چې د لوظ صندوق وړُونکى اِمامان ولاړ وُو. هغه کاڼى تر ننه پورې هلته دى.</verse>
				<verse number="10">هغه اِمامان چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو د اُردن سيند په مينځ کښې تر هغې پورې ولاړ وُو چې خلقو هغه هر څۀ وکړل چې مالِک خُدائ يې يشوَع ته حُکم کړے وو، او څنګه چې موسىٰ هم د دې حُکم کړے وو. خلق په تېزۍ د سيند نه واوړېدل.</verse>
				<verse number="11">کله چې هغوئ ټول بلې غاړې ته واوړېدل نو اِمامان چې د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو د خلقو په مخکښې پورې وتل.</verse>
				<verse number="12">د موسىٰ د وېنا په مطابق د روبين، جاد او د منسى د نيمې قبيلې سړى د وسلې سره د نورو خلقو نه مخکښې روان وُو او پورې وتل.</verse>
				<verse number="13">تقريباً څلوېښت زره سړى سره د وسلې د مالِک خُدائ په حضور کښې يريحو سره نزدې مېدان ته لاړل.</verse>
				<verse number="14">په هغه ورځ مالِک خُدائ يشوَع د ټولو بنى اِسرائيلو په نظر کښې عزتمند کړو، هغوئ د هغۀ ټول عُمر هم هغه شان عزت کولو لکه چې څنګه يې د موسىٰ کړے وو.</verse>
				<verse number="15">بيا مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="16">”هغه اِمامانو له حُکم ورکړه چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے دے چې د اُردن د سيند نه بهر راوځى.“</verse>
				<verse number="17">نو يشوَع اِمامانو له حُکم ورکړو، ”د اُردن سيند نه راوځئ.“</verse>
				<verse number="18">هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو چې کله د سيند د تل نه اوچې زمکې ته راوختل نو د اُردن په سيند کښې اوبۀ روانې شوې او د مخکښې په شان په موج کښې بهېدلې.</verse>
				<verse number="19">د وړومبۍ مياشتې په لسمه ورځ خلق د اُردن سيند نه پورې وتل او په جِلجال کښې يې خېمې ولګولې چې د يريحو نمرخاتۀ طرف ته دے.</verse>
				<verse number="20">د اُردن سيند نه چې کوم دولس کاڼى اخستے شوى وُو نو يشوَع هلته ډېرے کړل.</verse>
				<verse number="21">او بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”په راتلونکى وختونو کښې چې کله ستاسو بچى درنه تپوس وکړى چې د دې کاڼو مطلب څۀ دے،</verse>
				<verse number="22">نو تاسو به ورته د هغه وخت په حقله ووايئ چې کله بنى اِسرائيل د اُردن په سيند کښې په اوچه زمکه تېر شوى وُو.</verse>
				<verse number="23">هغوئ ته ووايئ چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د اُردن سيند تر هغې پورې اوچ کړے وو چې مونږ ترې نه واوړېدلو لکه څنګه چې هغۀ بحرِقُلزم تر هغې پورې اوچ کړے وو چې مونږ اوړېدلى نۀ وُو،</verse>
				<verse number="24">او د دې په وجه به د دُنيا ټولو قومونو ته پته ولګى چې د مالِک خُدائ په لاس کښې قُدرت دے او تاسو به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه د همېشه دپاره يرېږئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د اموريانو ټول بادشاهان او د مديترانى د سمندر په غاړه د کنعانيانو ټول بادشاهان خبر شول چې مالِک خُدائ د اُردن سيند تر هغې پورې اوچ کړے وو چې اِسرائيليان ترې نه واوړېدل هغوئ د بنى اِسرائيلو نه دومره ويرېدل چې مرګِ حال شول.</verse>
				<verse number="2">بيا مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”د تېرو کاڼو نه چړې جوړې کړه او اِسرائيليان سنت کړه.“</verse>
				<verse number="3">نو يشوَع هم هغه شان وکړل څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو او هغۀ اِسرائيليان په هغه ځائ کښې سنت کړل چې ورته د سنت غر وئيلے شو.</verse>
				<verse number="4">کله چې اِسرائيليان د مِصر نه روان شول نو د هغوئ ټول نارينه سنت شوى وُو. خو د هغوئ هغه يو کس هم سنت شوے نۀ وو چې په بيابان کښې د څلوېښتو کالو تېرېدو په دوران کښې پېدا شوى وُو. او کله چې دا موده تېره شوه نو هغه ټول سړى د مالِک خُدائ د نافرمانۍ په وجه مړۀ شول چې د هغوئ عُمر د مِصر نه د تلو په وخت کښې د جنګ کولو وو، نو هم هغه شان وشول لکه څنګه چې هغۀ قسم خوړلے وو چې هغوئ به هغه مُلک ونۀ ګورى چې پئ او شات په کښې ډېر تېر وى او هغۀ د هغوئ پلار نيکۀ سره د دې لوظ کړے وو.</verse>
				<verse number="5"></verse>
				<verse number="6"></verse>
				<verse number="7">د دغه سړو زامن هيڅکله سنت شوى نۀ وُو بلکې دا هغه نوے نسل وو کوم چې يشوَع سنت کړل.</verse>
				<verse number="8">د سنت کېدو نه پس ټول نران تر هغې پورې په کېمپ کښې پاتې شُو چې روغ شوى نۀ وُو.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”نن ما تاسو په مِصر کښې د غلامۍ د شرم نه آزاد کړى يئ.“ او په دې وجه په هغه ځائ جِلجال نوم کېښودے شو چې تر نن ورځې پورې هم په هغه نوم ياديږى.</verse>
				<verse number="10">کله چې بنى اِسرائيلو د يريحو سره نزدې د جِلجال په مېدان باندې خېمې ولګولې نو هغوئ د هغې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د فسحې اختر وکړو.</verse>
				<verse number="11">په ورپسې ورځ هغوئ په اول ځل هغه خوراک وکړو چې په کنعان کښې پېدا شوے وو يعنې وريتې دانې او پتيره روټۍ.</verse>
				<verse number="12">چې بنى اِسرائيلو د هغه پېداوار په اول ځل وخوړو نو من پرې بند شول او نور من ورته نۀ مِلاوېدل. نو هم د هغه وخت نه هغوئ به هغه څۀ خوړل چې په کنعان کښې پېدا کېدل.</verse>
				<verse number="13">يوه ورځ چې يشوَع يريحو سره نزدې وو نو ناڅاپه يې يو سړے تُوره په لاس مخې ته ولاړ وليدو. يشوَع ورنزدې شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ زمونږ ملګرے يې کۀ زمونږ دشمن يې؟“</verse>
				<verse number="14">هغۀ جواب ورکړو، ”يو سره هم نۀ يم، زۀ د مالِک خُدائ د لښکر مشر يم.“ يشوَع په زمکه پړمخې پرېوتو او وې فرمائيل، ”صاحِبه زۀ ستا خِدمت کوونکے يم. تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې وکړم؟“</verse>
				<verse number="15">د مالِک خُدائ د لښکر مشر هغۀ ته وفرمائيل، ”څپلۍ وباسه ځکه چې تۀ په مقدسه زمکه ولاړ يې.“ او يشوَع هم هغه شان وکړل چې څۀ ورته فرمائيلے شوى وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">نو د يريحو دروازې پخې بندې وساتلے شوې چې بنى اِسرائيليان ورننه نۀ وځى. نو د ښار نه نۀ څوک وتے شول او نۀ څوک ورننوتے شول.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”ما يريحو سره د هغې د بادشاه او سره د هغې د بهادرو سپاهيانو، تا ته حواله کړے دے.</verse>
				<verse number="3">تۀ او ستا سپاهيان به روزانه تر شپږو ورځو پورې يو چکر د ښار نه ګېرچاپېره لګوئ.</verse>
				<verse number="4">اووۀ اِمامان به د لوظ صندوق نه مخکښې روان شى چې د هر يو سره به يو يو بيګل وى. نو په اوومه ورځ به تۀ او ستا سپاهيان د ښار نه ګېرچاپېره اووۀ چکرې لګوئ او اِمامان بيګلى غږوى.</verse>
				<verse number="5">بيا دې هغوئ په يو اوږد آواز سره بيګل وغږوى. او څنګه چې تاسو دا آواز واورئ نو ټول خلق دې د اوچت آواز سره يو نعره ووهى نو د ښار دېوالونه به راوغورزيږى او بيا به ستاسو ټول لښکر سيدها ښار ته ورننوځى.“</verse>
				<verse number="6">نو يشوَع د نون زوئ اِمامان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”د لوظ صندوق واخلئ او په تاسو کښې دې اووۀ اِمامان د بيګلو سره مخکښې روان شى.“</verse>
				<verse number="7">بيا هغۀ خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”د ښار نه ګېرچاپېره مزل شروع کړئ او وسله بند سړى دې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق نه مخکښې روان وى.“</verse>
				<verse number="8">نو چې څنګه يشوَع حُکم کړے وو، وسله بند سړى د بيګلو غږوونکو اِمامانو نه مخکښې روان شول او په هغوئ پسې هغه اِمامان روان وُو چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو او شا ته ورته نور وسله بند سړى وُو. او په هغه ټول وخت کښې بيګلې غږېدې.</verse>
				<verse number="9"></verse>
				<verse number="10">خو يشوَع خلقو له حُکم ورکړو چې، ”چغې مۀ وهئ او چې تر کومې ورځې پورې ما حُکم نۀ وى درکړے نو د خولې نه يوه خبره هم مۀ وباسئ.“</verse>
				<verse number="11">هغۀ دې کسانو ته وفرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يو ځل د ښار نه ګېرچاپېره وګرځوئ.“ بيا هغوئ کېمپ ته واپس راغلل او شپه يې هلته تېره کړه.</verse>
				<verse number="12">يشوَع په ورپسې ورځ سحر وختى پاڅېدو او په دوېم ځل اِمامانو او سپاهيانو د ښار نه ګېرچاپېره چکر ولګولو هم په هغه ترتيب سره چې په وړاندينۍ ورځې يې کړى وُو. مخکښې وسله بند سړى، ورپسې اووۀ اِمامان چې اووۀ بيګلې يې غږولې، او بيا هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو، او په آخر کښې شاته نور وسله بند سړى وُو. او په هغه دوران کښې بيګلې غږېدې.</verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14">نو په دوېمه ورځ هغوئ د ښار نه ګېرچاپېره يو ځل بيا چکر ولګولو او بيا کېمپ ته واپس راغلل. هغوئ شپږ ورځې داسې کول.</verse>
				<verse number="15">په اوومه ورځ سحر وختى چې رڼا شروع کېده نو هغوئ پاڅېدل او په دغه ورځ يې د ښار نه ګېرچاپېره اووۀ چکرې ولګولې. صِرف په دې ورځ هغوئ ګېرچاپېره اووۀ چکرې ولګولې.</verse>
				<verse number="16">په اوؤم چکر باندې چې کله اِمامانو بيګلې وغږولې نو يشوَع خلقو له حُکم ورکړو، ”چغې ووهئ ځکه چې مالِک خُدائ دا ښار تاسو له درکړے دے.</verse>
				<verse number="17">دا ښار او په دې کښې هر څۀ به مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د تباه کولو دپاره پېش کړے شى. صِرف راحب کنجره او د هغې خاندان به بچ کړے شى ځکه چې هغې زمونږ جاسوسانو له پناه ورکړې وه.</verse>
				<verse number="18">کوم څيزونه چې تباه کولے شى د هغې نه به تاسو هيڅ هم نۀ اخلئ، کۀ چرې تاسو داسې وکړئ نو تاسو به د بنى اِسرائيلو په کېمپ باندې تکليف او تباهى راولئ.</verse>
				<verse number="19">هر څۀ چې د سپينو زرو، سرو زرو، زېړو يا د اوسپنې نه جوړ وى هغه به مالِک خُدائ ته وقف کړے شى. او هغه به د مالِک خُدائ په خزانه کښې کېښودے شى.“</verse>
				<verse number="20">او اِمامانو بيګلې وغږولې او چې څنګه خلقو د دې آواز واورېدو نو هغوئ يوه اوچته نعره ووهله او دېوالونه راوغورزېدل. بيا ټول لښکر سيدها ښار ته ننوتلو او قبضه يې کړو.</verse>
				<verse number="21">هغوئ په ښار کښې هر يو کس، سړى او ښځې، ځوانان او بوډاګان په خپلو تُورو باندې ووژل. هغوئ څاروى، ګډې او خرونه هم ووژل.</verse>
				<verse number="22">خو يشوَع هغه دوو کسانو ته وفرمائيل چا چې جاسوسى کړې وه، ”د هغه کنجرې کور ته لاړ شئ او څنګه چې تاسو د هغې سره وعده کړې ده هغه او د هغې خاندان راولئ.“</verse>
				<verse number="23">نو هغوئ لاړل او راحب يې سره د هغې د مور او پلار، وروڼو او خوېندو او باقى خاندان سره رابهر کړه. هغوئ هغه ټول خاندان او نوکران محفوظ ځائ ته بوتلل چې د بنى اِسرائيلو کېمپ سره نزدې وو.</verse>
				<verse number="24">بيا هغوئ ښار او په هغې کښې هر څۀ وسوزول، خو صِرف سرۀ زر، سپين زر، زېړ او اوسپنه هغوئ پرېښودل او د مالِک خُدائ په خزانه کښې يې کېښودل.</verse>
				<verse number="25">خو يشوَع د راحب کنجرې او د هغې د ټولو خپلوانو ژوند بچ کړو، ځکه چې هغۀ کوم جاسوسان يريحو ته لېږلى وُو هغوئ له يې پناه ورکړې وه. د هغې اولاد تر اوسه پورې د بنى اِسرائيلو سره اوسيږى.</verse>
				<verse number="26">په هغه وخت يشوَع سختې ښېرې وکړې چې، ”څوک هم د يريحو د ښار د دوباره جوړولو کوشش کوى نو د مالِک خُدائ غضب دې ورباندې وى. څوک هم چې د دې بنياد کېږدى نو هغه دې د مشرى زوئ نه لاس ووينځى. څوک هم چې د دې دروازې جوړوى نو هغه دې د کشر زوئ نه لاس ووينځى.“</verse>
				<verse number="27">نو مالِک خُدائ د يشوَع مل وو او هغه په ټول مُلک کښې مشهور شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د تباه کېدونکو څيزونو سره خيانت وکړو. عکن نومې سړى د دې حُکم نافرمانى وکړه نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو. عکن د کرمى زوئ او د زبدى نمسے وو د زارح د خاندان سره يې تعلق لرلو او دا د يهوداه د قبيلې يوه حِصه وه.</verse>
				<verse number="2">يشوَع څۀ سړى د يريحو نه د دې حُکم سره ولېږل چې د عى ښار جاسوسى وکړى. د عى ښار د بيت‌ايل نمرخاتۀ په طرف او د بيت‌آون سره نزدې وو. نو سړى لاړل او جاسوسى يې وکړه.</verse>
				<verse number="3">او کله چې هغوئ راواپس شول نو يشوَع له يې خبر ورکړو چې، ”د ټولو خلقو په عى باندې د حملې کولو ضرورت نشته. صِرف دوه درې زره سړى ولېږه. ټول لښکر مۀ ستړے کوه ځکه چې هغه دومره لوئ ښار نۀ دے.“</verse>
				<verse number="4">نو تقريباً درې زره اِسرائيلو په هغوئ باندې حمله وکړله خو د عى ښار د خلقو نه راوتښتېدل.</verse>
				<verse number="5">د عى سړى د ښار د دروازې نه په هغوئ پسې شول او د کانونو پورې ورپسې لاړل او د غونډۍ په لاره باندې يې ترې نه تقريباً شپږ دېرش کسان ووژل. نو بنى اِسرائيلو حوصله بائيله او ويرېدل.</verse>
				<verse number="6">يشوَع او د بنى اِسرائيلو مشرانو د غمه جامې وشلولې او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې يې ځانونه په زمکه باندې پړمخې راوغورزول او تر ماښامه پورې هلته پراتۀ وُو، د هغوئ په سرونو کښې خاورې وې چې د هغوئ خفګان ترې نه څرګندېدو.</verse>
				<verse number="7">او يشوَع وفرمائيل، ”اے مالِکه خُدايه، تا ولې مونږ د اُردن نه راپورې وويستلو؟ د دې دپاره چې مونږ اموريانو ته حواله کړې؟ چې مونږ تباه کړې؟ مونږ د اُردن په بله غاړه باندې ولې ايسار نۀ شُو؟</verse>
				<verse number="8">اے مالِکه خُدايه، اوس چې بنى اِسرائيل د دشمنانو نه په شا شوى دى نو زۀ څۀ ووايم؟</verse>
				<verse number="9">کنعانيان او د مُلک نور خلق به د دې نه خبر شى. هغوئ به مونږ راګېر کړى او زمونږ نوم به د زمکې د مخ نه ختم کړى. بيا به تۀ د خپل عزتمند نوم د بچ کولو دپاره څۀ کوې؟“</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”ودرېږه. تۀ ولې داسې پړمخې پروت يې؟</verse>
				<verse number="11">بنى اِسرائيلو ګناه کړې ده. هغوئ زما سره هغه لوظ مات کړے دے چې ما ورته حُکم کړے وو چې دوئ به يې نۀ ماتوى. هغوئ د هغه څيزونو نه څۀ اخستى دى چې کوم وقف کولے شول. هغوئ هغه پټ کړل، د هغې په حقله يې دروغ ووئيل او د خپل سامان سره يې کېښودل.</verse>
				<verse number="12">نو په دې وجه بنى اِسرائيل د خپلو دشمنانو مقابله نۀ شى کولے. هغوئ د خپلو دشمنانو نه په شا شول ځکه چې هغوئ په خپله اوس د تباهۍ حقدار دى. زۀ به تر هغې پورې نور ستاسو مل نۀ يم چې تاسو هغه وقف شوى څيزونه تباه کړى نۀ وى چې کوم تاسو سره دى.</verse>
				<verse number="13">پاڅه. خلق زما حضور ته راتلو دپاره پاک او تيار کړه. هغوئ ته ووايه چې سبا تيار اوسئ ځکه چې زۀ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې وايم چې، بنى اِسرائيلو، تاسو سره وقف شوى څيزونه دى. تاسو تر هغې پورې د خپلو دشمنانو مقابله نۀ شئ کولے چې دا څيزونه مو لرې کړى نۀ وى.</verse>
				<verse number="14">هغوئ ته ووايه چې په سحر کښې به هغوئ قبيله په قبيله بهر مخې ته راوستے شى. او کومه قبيله چې زۀ په نښه کړم هغه به قبيله په قبيله مخې ته راوستے شى. او کومه قبيله چې زۀ په نښه کړم هغوئ به خاندان په خاندان مخې ته راوستے شى. او کوم خاندان چې زۀ په نښه کړم هغوئ کښې به يو په يو مخې ته راوستے شى.</verse>
				<verse number="15">څوک چې په نښه کړے شو او حرام څيزونه ورسره پېدا شول نو هغه به په اور باندې د خپل خاندان او د خپل هر څيز سره سوزولے شى. ځکه چې هغوئ بنى اِسرائيل سخت شرمولى دى او زما لوظ يې مات کړے دے.“</verse>
				<verse number="16">په ورپسې سحر وختى يشوَع بنى اِسرائيل قبيله په قبيله مخکښې راوستل او د يهوداه قبيله په نښه کړے شوه.</verse>
				<verse number="17">هغۀ د يهوداه قبيله خاندان په خاندان مخکښې راوستل او د زارح قبيله په نښه کړے شوه. بيا هغۀ د زارح قبيله خاندان په خاندان مخکښې راوسته او د زبدى قبيله په نښه کړے شوه.</verse>
				<verse number="18">بيا هغۀ د زبدى د خاندان نه يو په يو مخکښې راوستو او عکن د کرمى زوئ او د زبدى نمسے په نښه کړے شو.</verse>
				<verse number="19">يشوَع هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په وړاندې اِقرار وکړه او رښتيا ووايه. اوس ما ته ووايه چې تا څۀ کړى دى. زما نه د پټولو کوشش مۀ کوه.“</verse>
				<verse number="20">عکن جواب ورکړو، ”دا رښتيا دى چې ما د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِلاف ګناه کړې ده او دا کار مې کړے دے،</verse>
				<verse number="21">په هغه څيزونو کښې چې مونږ لوټ کړى وُو ما په کښې يوه ښائسته بابلى چُوغه او تقريباً دوه کلو سپين زر او نيم کلو نه زياته د سرو زرو خښته وليده. هغه زما ډېر زيات خوښ شول نو ما واخستل. تۀ به وګورې چې هغه زما په خېمه کښې ښخ دى او په بېخ کښې يې سپين زر دى.“</verse>
				<verse number="22">نو يشوَع څۀ سړى هلته ولېږل، هغوئ خېمې ته ورمنډه کړه او ګورئ چې هغه څيزونه يې هلته وموندل چې ښخ وُو او په بېخ کښې يې سپين زر وُو.</verse>
				<verse number="23">او هغوئ هغه د خېمې نه بهر راوويستل او يشوَع او ټولو بنى اِسرائيلو له يې راوړل او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې کېښودل.</verse>
				<verse number="24">يشوَع او د بنى اِسرائيلو ټول قوم عکن، د هغۀ زامن او لوڼه، سپين زر، چُوغه، د سرو زرو ښخته په قبضه کښې واخستل او سره د دې، د هغۀ څاروى، خرونه، ګډې، خېمه او د دې نه علاوه هر څۀ چې هغۀ لرل هغوئ واخستل او د مصيبت وادۍ ته يې يوړل.</verse>
				<verse number="25">او يشوَع وفرمائيل، ”تا ولې په مونږ داسې سخت تکليف راوستے دے؟ اوس به مالِک خُدائ په تا تکليف راولى.“ بيا ټولو خلقو عکن سنګسار کړو او مړ شو. هغوئ د هغۀ خاندان سنګسار کړل او هغوئ يې سره د هر څۀ وسوزل.</verse>
				<verse number="26">هغوئ د هغۀ دپاسه د کاڼو يو غټ ډېرے جوړ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے. نو د مالِک خُدائ غصه سړه شوه او په دې وجه دغه ځائ ته تر اوسه پورې د مصيبت وادى وئيلے شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”يرېږه مه او مۀ بې‌حوصلې کېږه. ټول لښکر ځان سره کړه او عى ته لاړ شه. زۀ به د عى په بادشاه، د هغۀ په خلقو او په ښار تا له فتح درکړم او هغه مُلک به ستا شى.</verse>
				<verse number="2">تاسو به عى او د هغې د بادشاه سره هغه څۀ کوئ کوم چې تاسو د يريحو او د هغې بادشاه سره کړى وُو. خو دا ځل تاسو د هغوئ لوټ شوے مال او ځناور په خپل استعمال کښې راوستلے شئ. د ښار شا ته د هغوئ خِلاف حملې کولو دپاره په پټ ځائ کښې کښېنئ.“</verse>
				<verse number="3">نو يشوَع د خپلو ټولو سپاهيانو سره تيار شو چې عى ته لاړ شى. هغۀ د خپل لښکر دېرش زره د ټولو نه ښۀ سپاهيان خوښ کړل او هغوئ يې د شپې ولېږل</verse>
				<verse number="4">او دا حُکم يې ورکړو، ”د ښار بل طرف ته پټ شئ خو ډېر لرې مۀ ځئ او حملې کولو ته تيار شئ.</verse>
				<verse number="5">زۀ او زما سړى به ښار ته نزدې ورشُو. کله چې د عى خلق زمونږ خِلاف راوځى نو مونږ به واپس رامنډه کړُو بلکل هم هغسې لکه چې مونږه په اول ځل کړى وُو.</verse>
				<verse number="6">هغوئ به په مونږ پسې وى او د ښار نه به يې لرې بوځُو. هغوئ به داسې خيال کوى چې د مخکښې په شان مونږ د هغوئ نه تښتُو.</verse>
				<verse number="7">بيا به تاسو راوځئ او په ښار به قبضه وکړئ. نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به دا تاسو له درکړى.</verse>
				<verse number="8">چې هغه ښار قبضه کړئ نو وې سوزوئ، هم هغسې چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے. ګورئ ما دا حُکمونه درکړى دى.“</verse>
				<verse number="9">نو يشوَع هغوئ ولېږل او هغوئ خپل پټ ځائ ته لاړل چې د عى نمرپرېواتۀ طرف ته، د عى او بيت‌ايل په مينځ کښې دے. يشوَع په کېمپ کښې د خلقو په مينځ کښې شپه تېره کړه.</verse>
				<verse number="10">يشوَع سحر وختى پاڅېدو او سپاهيان يې يو ځائ ته راغونډ کړل. بيا هغۀ او د بنى اِسرائيلو مشرانو هغوئ عى ته بوتلل.</verse>
				<verse number="11">سپاهيان د هغۀ سره د ښار د غټې دروازې طرف ته لاړل او هلته يې د شمال طرف ته خېمې ودرولې، او هلته د دوئ او عى تر مينځه يوه وادى وه.</verse>
				<verse number="12">هغۀ تقريباً پينځۀ زره سړى د ځان سره کړل او د ښار نمرپرېواتۀ ته يې پټو ځايونو ته بوتلل چې د عى او د بيت‌ايل تر مينځه وُو.</verse>
				<verse number="13">نو هغوئ زيات لښکر د ښار شمالى طرف ته او پټ شوى سړى د ښار نمرپرېواتۀ طرف ته د جنګ دپاره تيار کړل. يشوَع شپه په وادۍ کښې تېره کړه.</verse>
				<verse number="14">کله چې د عى بادشاه د يشوَع سړى وليدل نو هغه په تېزۍ سره راووتلو. هغه او د هغۀ ټول سړى د اُردن د وادۍ په طرف د بنى اِسرائيلو سره د جنګ کولو دپاره هغه مخکښېنى ځائ ته لاړل. او دا پته ورته نۀ وه چې د شا د طرف نه ورباندې حمله کېدونکې ده.</verse>
				<verse number="15">يشوَع او د هغۀ سړو داسې ښکاره کړه چې په شا کيږى او د صحرا طرف ته تښتى.</verse>
				<verse number="16">د ښار ټول سړى راغونډ کړے شوى وُو چې هغوئ پسې شى او چې څومره هغوئ يشوَع پسې تلل نو د ښار نه نور هم لرې کېدل.</verse>
				<verse number="17">په عى او بيت‌ايل کښې داسې يو سړے هم پاتې نۀ شو چې هغه بنى اِسرائيلو پسې نۀ وو تلے. هغوئ ښار کولاو پرېښودو او په بنى اِسرائيلو پسې وُو.</verse>
				<verse number="18">بيا مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”خپله نېزه د عى طرف ته کړه، زۀ دا ښار تا له درکوم.“ يشوَع ته چې څنګه ووئيلے شول نو هغسې يې وکړل.</verse>
				<verse number="19">او څنګه چې هغۀ لاس اوچت کړو نو هغه سړى چې پټ شوى وُو زر پاڅېدل، ښار ته يې ورمنډه کړه، ورننوتل او قبضه يې کړو. هغوئ سمدستى په ښار اور ولګولو.</verse>
				<verse number="20">کله چې د عى سړو شاته وکتل نو هغوئ وليدل چې لوګے د آسمان طرف ته ختو. هغوئ ته د تښتېدلو دپاره لار پاتې نۀ شوه ځکه چې کومو بنى اِسرائيلو چې د صحرا طرف ته منډه وهله نو هغوئ ورباندې د حملې کولو دپاره راواپس شول.</verse>
				<verse number="21">کله چې يشوَع او ټولو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې پټو شوو سړو ښار قبضه کړے دے او اور يې لګولے دے نو هغوئ راواپس شول او د عى سړى قتلول يې شروع کړل.</verse>
				<verse number="22">نو د هغه ښار نه اِسرائيليان په جنګ کښې د شاملېدو دپاره ښکته راکوز شول. نو د عى سړى د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې ګېر شوى وُو نو هغوئ ټول ووژلے شول. هيڅ څوک هم ونۀ تښتېدل او نۀ څوک ژوندى پاتې شول.</verse>
				<verse number="23">صِرف د عى بادشاه ژوندے ګېر شو او يشوَع له بوتلے شو.</verse>
				<verse number="24">بنى اِسرائيلو هلته په صحرا کښې خپل ټول دشمنان وژل چرته چې ورپسې راغلى وُو. او بيا هغوئ عى ته واپس لاړل او هلته يې هم هر يو کس ووژلو.</verse>
				<verse number="25">په هغه ورځ يشوَع تر هغې پورې خپله نېزه د عى طرف ته نيولې وه او ښکته کوله يې نه ترڅو چې هلته هر يو کس قتل کړے شوے نۀ وو. د عى ټول خلق قتل کړے شول چې دولس زره سړى او ښځې په کښې شامل وُو.</verse>
				<verse number="26"></verse>
				<verse number="27">لکه څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته فرمائيلى وُو بنى اِسرائيلو په ښار کښې مال او څاروى د خپلو ځانونو دپاره قبضه کړل.</verse>
				<verse number="28">يشوَع عى وسوزولو او په کنډر يې بدل کړو او هغه تر نن ورځې پورې هم هغسې دے.</verse>
				<verse number="29">هغۀ د عى بادشاه د يوې ونې سره پهانسى کړو او تر ماښامه پورې يې هلته پرېښودو. په ماښام کښې يشوَع حُکم وکړو چې د هغۀ لاش دې لرې کړے شى او د ښار دروازې سره دې وغورزولے شى. هغوئ هغه د کاڼو د غټ ډېرى لاندې پټ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے.</verse>
				<verse number="30">بيا يشوَع مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته د عيبال په غرۀ باندې يوه قربان‌ګاه جوړه کړه.</verse>
				<verse number="31">هغه يې د هغه اصُولو په مطابق جوړه کړه چې د مالِک خُدائ خادِم موسىٰ بنى اِسرائيلو ته ښودلى وُو. لکه څنګه چې د موسىٰ د شريعت په کِتاب کښې ليکلى دى چې، ”قربان‌ګاه دې د داسې کاڼو نه جوړه وى چې د اوسپنې په آوزار تراشلے شوى نۀ وى.“ او په هغې باندې هغوئ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې.</verse>
				<verse number="32">هلته د بنى اِسرائيلو په مخکښې يشوَع په کاڼو باندې د هغه شريعت يو نقل جوړ کړو کوم چې موسىٰ ليکلے وو.</verse>
				<verse number="33">اِسرائيليان سره د مشرانو، آفسرانو او قاضيانو او سره د هغه نورو قومونو چې د هغوئ سره اوسېدل د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دواړو طرفونو ته ودرېدل. او ليويانو اِمامانو ته يې مخ وو چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو. نيم خلق داسې ولاړ وُو چې شا يې د ګِرزيم غرۀ ته وه او د نيمو خلقو شا عيبال غرۀ ته وه. د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ دوئ ته حُکم کړے وو چې کله ورباندې د برکت موندلو وخت راشى نو داسې دې وکړى.</verse>
				<verse number="34">بيا يشوَع هغه ټول شريعت ولوستو چې برکتونه او لعنتونه په کښې شامل وُو، هم هغه شان چې څنګه د شريعت په کِتاب کښې ليکلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="35">هغه ټولې غونډې ته د يشوَع په ذريعه د موسىٰ هر يو حُکم واورولے شو چې په دې غونډه کښې ښځې، ماشومان او د نورو قومونو هغه خلق هم شامل وُو چې د هغوئ سره اوسېدل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">چې څۀ شوى وُو نو د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته ټول بادشاهان د هغې نه خبر شول. دا د حِتيانو، اموريانو، کنعانيانو، فرزيانو، حِويانو او يبوسيانو بادشاهان وُو، څوک چې د غرونو په مُلک کښې او د نمرپرېواتۀ په طرف د غرونو په لمنو کښې او د مديترانى د سمندر غاړې سره د شمال په طرف د لبنان غرونو پورې اوسېدل.</verse>
				<verse number="2">هغوئ ټول يو ځائ شول او د يشوَع او بنى اِسرائيلو خِلاف يې فوجونه راغونډ کړل.</verse>
				<verse number="3">چې يشوَع د يريحو او عى سره څۀ کړى وُو نو د جبعون خلق حِويان د هغې نه خبر شول.</verse>
				<verse number="4">نو هغوئ د هغۀ د دوکه کولو فېصله وکړه. هغوئ لاړل او څۀ خوراک يې راواخستو او زړې بوجۍ او بيا ګنډلے شوى د ميو مشکونه يې په خرونو باندې بار کړل.</verse>
				<verse number="5">هغوئ زړې مخلے شوې جامې او مرمت شوې زړې څپلۍ واچولې. او هغه روټۍ چې هغوئ ځان سره اخستې وه، اوچه او پشمى شوې وه.</verse>
				<verse number="6">بيا هغوئ هغه کېمپ ته ورغلل چې په جِلجال کښې وو او يشوَع او بنى اِسرائيلو ته يې ووئيل، ”مونږه د لرې مُلک نه راغلى يُو. مونږ غواړُو چې تاسو مونږ سره يوه معاهده وکړئ.“</verse>
				<verse number="7">خو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”مونږ تاسو سره څنګه معاهده وکړُو؟ کېدے شى چې تاسو د نزدې ځائ اوسېدونکى يئ.“</verse>
				<verse number="8">هغوئ يشوَع ته ووئيل، ”مونږ ستاسو خِدمتګار يُو.“ يشوَع د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو څوک يئ؟ او د کوم ځائ نه راغلى يئ؟“</verse>
				<verse number="9">بيا هغوئ يشوَع ته دا قيصه بيان کړه، ”صاحِبه، مونږ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حقله اورېدلى دى او مونږ د هغه هر څۀ نه خبر شوى يُو چې هغۀ په مِصر کښې کړى دى نو مونږ ځکه د ډېر لرى مُلک نه راغلو.</verse>
				<verse number="10">او څۀ چې هغۀ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو دوو بادشاهانو سره کړى دى يعنې د حسبون بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج سره چې هغه په عستارات کښې اوسېدو.</verse>
				<verse number="11">زمونږ مشرانو او زمونږ په مُلک کښې اوسېدونکو ټولو خلقو مونږ ته ووئيل چې د سفر دپاره څۀ خوراک تيار کړُو او تاسو سره مِلاوېدو له راشو. مونږ ته وئيلے شوى وُو چې خپل ځانونه ستاسو خِدمت ته حاضر کړُو. او تاسو ته ووايو چې تاسو زمونږ سره يو تړون وکړئ.</verse>
				<verse number="12">زمونږ روټۍ ته وګوره، کله چې مونږ د دې سره د خپلو کورونو نه ستاسو سره مِلاوېدو دپاره راوتُو نو دا لا ګرمه وه. خو وګوره، اوس دا اوچه شوې ده او پشم يې کړے دے.</verse>
				<verse number="13">کله چې مونږ مشکونه د ميو نه ډک کړل نو دا نوى وُو. خو وګوره، اوس دا شلېدلى دى. زمونږه جامې او څپلۍ د اوږد سفر په وجه زړې شوې دى.“</verse>
				<verse number="14">بنى اِسرائيلو د هغوئ څۀ روټۍ واخستله، خو هغوئ د مالِک خُدائ سره د دې په حقله مشوره ونۀ کړه.</verse>
				<verse number="15">يشوَع د جبعون خلقو سره د امن تړون وکړو او هغوئ يې ژوندى پرېښودل. د بنى اِسرائيلو مشرانو کلکه وعده وکړه چې په معاهده باندې به عمل کوى.</verse>
				<verse number="16">د تړون نه درې ورځې وروستو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې دا خلق په حقيقت کښې د نزدې ځائ اوسېدونکى وُو.</verse>
				<verse number="17">نو اِسرائيليان روان شول او درې ورځې پس هغه ښارونو ته ورسېدل چې دا خلق په کښې اوسېدل، جبعون، کفيره، بيروت او قِريَت‌يعريم.</verse>
				<verse number="18">خو بنى اِسرائيلو هغوئ ځکه نۀ شول وژلے چې د هغوئ مشرانو ورسره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په نامه کلکه وعده کړې وه. ټولو خلقو د دې په حقله مشرانو ته شکايت وکړو،</verse>
				<verse number="19">خو هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”مونږه هغوئ سره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په نوم کلکه وعده کړې ده. اوس مونږ هغوئ ته څۀ نقصان نۀ شُو رسولے.</verse>
				<verse number="20">د خپلې وعدې په وجه په مونږ لازم دى چې هغوئ اوسېدو ته پرېږدو. کۀ مونږ داسې ونۀ کړل نو خُدائ پاک به مونږ له سزا راکړى.</verse>
				<verse number="21">هغوئ مۀ وژنئ خو هغوئ به زمونږ دپاره لرګى ماتوى او اوبۀ به راوړى.“ او مشرانو هم دغه مشوره راکړې ده.</verse>
				<verse number="22">يشوَع حُکم وکړو چې د جبعون خلق دې هغۀ له راوستلے شى. او هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو ولې مونږ دوکه کړُو او راته مو ووئيل چې مونږ د لرې ځائ نه راغلى يُو، اګر چې تاسو دلته نزدې اوسېدئ؟</verse>
				<verse number="23">د دې کار کولو په وجه تاسو لعنتى شوى يئ. ستاسو خلق به د همېشه دپاره غلامان وى. لرګى به ماتوى او زما د خُدائ پاک کور ته به اوبۀ راوړى.“</verse>
				<verse number="24">هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ ځکه داسې وکړل چې مونږ ته پوره خبر رارسېدلے دے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له دا حُکم ورکړے وو چې دا ټول مُلک تاسو له درکړى او چې څومره خلق په هغه مُلک کښې وى نو وبه يې وژنئ. مونږ ستاسو نه سخت يرېدو نو په دې وجه مو دا کار کړے دے او زمونږ سره د خپل ژوند فکر وو.</verse>
				<verse number="25">اوس مونږ ستاسو په قبضه کښې يُو، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه شان وکړئ.“</verse>
				<verse number="26">نو يشوَع بنى اِسرائيلو له اجازت ورنۀ کړو چې هغوئ ووژنى.</verse>
				<verse number="27">خو هم په هغه وخت هغۀ د هغوئ نه غلامان جوړ کړل چې لرګى ماتوى او د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه او بنى اِسرائيلو دپاره اوبۀ راوړى. او تر نن ورځې پورې هغوئ په هغه ځائ کښې هم دا کار کوى چې مالِک خُدائ د خپل عبادت دپاره غوره کړے دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">د يروشلم بادشاه ادونى‌صدق خبر شو چې يشوَع عى قبضه کړے دے او بېخى يې تباه کړے دے او د دې بادشاه يې وژلے دے، لکه څنګه چې يشوَع د يريحو او د دې بادشاه سره هم دغه شان کړى وُو. هغه د دې نه هم خبر شو چې د جبعون خلقو د بنى اِسرائيلو سره صُلح کړې ده او د هغوئ سره اوسيږى.</verse>
				<verse number="2">د يروشلم خلق د دې په وجه يرې واخستل ځکه چې جبعون د شاهى ښارونو په شان يو لوئ ښار وو، دا د عى نه هم لوئ وو او د دې سړى تکړه جنګيالى وُو.</verse>
				<verse number="3">نو ادونى‌صدق د حبرون بادشاه هوهام له، د يرموت بادشاه پيرام، د لکيس بادشاه يفيع او د عجلون بادشاه دبير له دا پېغام ولېږلو،</verse>
				<verse number="4">”راشئ او په جبعون باندې په حمله کولو کښې زما مدد وکړئ، ځکه چې د جبعون خلقو د يشوَع او د بنى اِسرائيلو سره صُلح کړې ده.“</verse>
				<verse number="5">دې پينځو امورى بادشاهانو، د يروشلم بادشاه، د حبرون، د يرموت، د لکيس او د عجلون بادشاه يو لښکر جوړ کړو، جبعون يې محاصره کړو او حمله يې ورباندې وکړه.</verse>
				<verse number="6">د جبعون سړو يشوَع له دا خبر ورولېږلو چې هغه د جِلجال په کېمپ کښې وو، ”په دې وخت کښې مونږ عاجزان هم داسې مۀ پرېږده. سمدستى راشه او زمونږ مدد وکړه. د غرونو په مُلک کښې ټول امورى بادشاهان په خپلو کښې ملګرى شوى دى او په مونږ يې حمله کړې ده.“</verse>
				<verse number="7">نو يشوَع او د هغۀ ټول لښکر د جِلجال نه روان شول چې په دې کښې تکړه فوجيان هم شامل وُو.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”د هغوئ نه مۀ يرېږه. ما د مخکښې نه تا له فتح درکړې ده. د هغوئ يو کس به هم ستا مقابله نۀ شى کولے.“</verse>
				<verse number="9">يشوَع او د هغۀ لښکر ټوله شپه د جِلجال نه جبعون ته مزل وکړو او هغوئ په اموريانو باندې يوه ناڅاپه حمله وکړه.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ اموريان د بنى اِسرائيلو په وړاندې په وارخطايۍ آخته کړل. بنى اِسرائيلو په جبعون کښې د هغوئ قتلِ عام وکړو او د هغه سړک پورې ورپسې وُو چې بره بيت‌حورون ته تلے دے او په جنوب کښې د عزيقه او مقيده پورې يې ورباندې حملې کولې.</verse>
				<verse number="11">په کوم وخت کښې چې اموريان د بنى اِسرائيلو نه لاندې درې ته تښتېدل، نو مالِک خُدائ تر عزيقه پورې په هغوئ باندې لويه ږلۍ ووروله. په ږلۍ باندې د هغې نه هم زيات مړۀ شول چې څومره بنى اِسرائيلو وژلى وُو.</verse>
				<verse number="12">په هغه ورځ کله چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سړو له په اموريانو باندې فتح ورکړه، يشوَع د مالِک خُدائ سره خبرې وکړې. هغۀ د بنى اِسرائيلو په مخکښې داسې وفرمائيل، ”اے نمره، د جبعون دپاسه ولاړ اوسه، اے سپوږمۍ، د ايالون په مېدان ودرېږه.“</verse>
				<verse number="13">نو نمر نېغ ودرېدو او سپوږمۍ تر هغې پورې حرکت نۀ کولو تر کومې پورې چې قوم د خپلو دشمنانو نه بدل نۀ وو اخستے. دا د ياشر په کِتاب کښې ليکلى دى. نمر د آسمان په مينځ کښې ولاړ وو او تقريباً ټوله ورځ پرې نۀ وتلو.</verse>
				<verse number="14">داسې ورځ نۀ د دې نه مخکښې تېره شوې ده او نۀ د دې نه پس راغلې ده، په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د يو سړى خبرو ته توجو وکړه، ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره جنګ کولو.</verse>
				<verse number="15">د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر په جِلجال کښې کېمپ ته راواپس شول.</verse>
				<verse number="16">په هغه وخت هغه پينځۀ امورى بادشاهان وتښتېدل او د مقيده په غار کښې پټ شول،</verse>
				<verse number="17">يشوَع چا خبر کړو چې هغوئ په کوم ځائ کښې پټ وُو.</verse>
				<verse number="18">هغۀ وفرمائيل، ”د غار د خولې مخې ته يو څو غټ کاڼى راورغړوئ او څۀ څوکيداران هلته ودروئ،</verse>
				<verse number="19">خو تاسو په خپله هلته مۀ ايسارېږئ. په دشمن پسې روان اوسئ او د شا د طرف نه ورباندې حمله وکړئ، هغوئ مۀ پرېږدئ چې خپلو ښارونو ته ورسيږى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له په هغوئ باندې فتح درکړې ده.“</verse>
				<verse number="20">يشوَع او د بنى اِسرائيلو سړو د اموريانو لښکر تقريباً ختم کړو، خو څۀ پاتې کسانو د ښار په دېوالونو کښې دننه د پناه ځائ پېدا کړو او ونۀ وژلے شول.</verse>
				<verse number="21">بيا د يشوَع ټول سړى په خېر سره د مقيده په کېمپ کښې يشوَع له واپس راغلل. د دې نه پس په هغه مُلک کښې هيچا دا جرأت نۀ شو کولے چې د بنى اِسرائيلو خِلاف څۀ ووائى.</verse>
				<verse number="22">بيا يشوَع وفرمائيل، ”د هغه غار خولۀ کولاو کړئ او هغه پينځۀ بادشاهان ما له بهر راوباسئ.“</verse>
				<verse number="23">نو غار کولاو کړے شو او د يروشلم، حبرون، يرموت، لکيس او عجلون بادشاهان رابهر کړے شول</verse>
				<verse number="24">او هغوئ يشوَع ته راوستلے شول. يشوَع بيا د بنى اِسرائيلو ټول سړى راوغوښتل او هغه آفسرانو له يې حُکم ورکړو چې، ”راشئ او خپلې پښې د بادشاهانو په څټُونو باندې کېږدئ.“ او هغوئ ورله په څټُونو پښې کېښودې.</verse>
				<verse number="25">بيا يشوَع آفسرانو ته وفرمائيل، ”يرېږئ مه او نۀ چې بې‌حوصلې شئ. اراده مضبوطه کړئ او تکړه شئ ځکه چې مالِک خُدائ به ستاسو ټولو دشمنانو سره هم دغه شان کوى.“</verse>
				<verse number="26">بيا يشوَع بادشاهان ووژل او په پينځو ونو پورې يې راځوړند کړل او تر مازيګره پورې د هغوئ لاشونه هلته وُو.</verse>
				<verse number="27">د نمرپرېواتو په وخت کښې يشوَع حُکم وکړو او د هغوئ لاشونه راکوز کړے شول او هم په هغه غار کښې وغورزولے شول چرته چې هغوئ مخکښې پټ وُو. د غار په خولۀ باندې لوئ کاڼى کېښودلے شول او هغوئ تر اوسه پورې هلته دى.</verse>
				<verse number="28">يشوَع حمله وکړه او مقيده او د هغې بادشاه يې په هغه ورځ ونيولو. هغۀ په ښار کښې ټول خلق ووژل او هيڅ څوک هم ژوندى پاتې نۀ شُو. يشوَع د مقيده بادشاه سره هم هغه شان وکړل چې څۀ يې د يريحو بادشاه سره کړى وُو.</verse>
				<verse number="29">د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر د مقيده نه لِبناه ته لاړو او په دې يې حمله وکړه.</verse>
				<verse number="30">مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په دې ښار او د دې په بادشاه باندې هم فتح ورکړه. يشوَع هيڅ څوک هم ژوندى پرې نۀ ښودل او هغۀ د دې بادشاه سره هم هغه شان وکړل چې څنګه يې د يريحو بادشاه سره کړى وُو.</verse>
				<verse number="31">د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر د لِبناه نه لکيس ته لاړل، دا يې هم محاصره کړو او حمله يې پرې وکړه.</verse>
				<verse number="32">د جنګ په دوېمه ورځ مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په لکيس فتح ورکړه. څنګه چې هغوئ د لِبناه سره کړى وُو، نو هغوئ هيڅ څوک هم ژوندى پرې نۀ ښودل او په ښار کښې يې هر يو کس ووژلو.</verse>
				<verse number="33">د جزر بادشاه هورم د لکيس د مدد دپاره راغلو، خو يشوَع هغۀ او د هغۀ لښکر له شکست ورکړو او هغۀ يو کس هم ژوندے پرې نۀ ښودو.</verse>
				<verse number="34">ورپسې، يشوَع او د هغۀ لښکر د لکيس نه عجلون ته لاړل، دا يې محاصره کړو او حمله يې ورباندې وکړه.</verse>
				<verse number="35">هغوئ هم په هغه ورځ دا قبضه کړو او هلته هر يو کس يې ووژلو، هم هغه شان چې څنګه يې د لکيس سره کړى وُو.</verse>
				<verse number="36">د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر د عجلون نه حبرون ته وختل، حمله يې پرې وکړه</verse>
				<verse number="37">او قبضه يې کړو. هغوئ بادشاه، په هغه ښار او ګېرچاپېره ټولو ښارونو کښې هر يو کس ووژلو. يشوَع هغه ښار پوره تباه کړو، هم هغه شان چې څنګه هغۀ د عجلون سره کړى وُو. په دې کښې هغوئ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودلو.</verse>
				<verse number="38">بيا يشوَع او د هغۀ لښکر دبير ته ورواپس شول او په دې يې حمله وکړه.</verse>
				<verse number="39">هغۀ دا، د دې بادشاه او ګېرچاپېره ښارونه يې قبضه کړل. هغوئ هر يو کس ووژلو. يشوَع په دبير او د دې د بادشاه سره هم هغه شان کار وکړو چې څنګه کار يې د حبرون او لِبناه او د دې د بادشاه سره کړے وو.</verse>
				<verse number="40">يشوَع ټول مُلک قبضه کړو. هغۀ د غرونو مُلک، د نمرخاتۀ طرف ته لاندې علاقې او د نمرپرېواتۀ طرف ته د غرونو لمنې او په جنوب کښې اوچ مُلک او د دې ټولو بادشاهانو له يې شکست ورکړو. هغۀ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو، هر يو کس ووژلے شو. دا هغه څۀ وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="41">يشوَع د قادِس برنيع نه واخله تر غزه پورې او د جشن ښار ګېرچاپېره علاقې نه واخله تر جبعون ښار پورې ټولو بادشاهانو له شکست ورکړو.</verse>
				<verse number="42">يشوَع دا ټول بادشاهان او د هغوئ علاقه په يو وخت کښې فتح کړه ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو په جنګ کښې مدد کولو.</verse>
				<verse number="43">د دې نه پس، يشوَع او د هغۀ لښکر په جِلجال کښې واپس کېمپ ته لاړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">کله چې د بنى اِسرائيلو د فتحې خبر د حصور بادشاه يابين ته ورسېدو، نو هغۀ د مدون بادشاه يوباب، د سِمرون او اکشاف بادشاهانو له خبر ورولېږلو،</verse>
				<verse number="2">او په شمال کښې د غرونو مُلک ټولو بادشاهانو، د ګليل ډنډ جنوبى طرف ته د اُردن په وادۍ کښې بادشاهانو، د ګليل غرونو په لمن کښې بادشاهانو، او د دور سره نزدې د سمندر په غاړه بادشاهانو له يې هم خبر ورولېږلو.</verse>
				<verse number="3">هغۀ کنعانيانو له چې د اُردن سيند په دواړو طرفونو باندې اوسېدل، او اموريانو، حِتيانو، فرزيانو او د غرونو په مُلک کښې يبوسيانو له هم خبر ورولېږلو او داسې هغه حِويانو له يې هم خبر ورولېږلو چې هغوئ د مصفاه په مُلک کښې د حرمون غرۀ په لمن کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="4">نو هغوئ د خپلو ټولو فوجيانو سره راغلل، دا دومره ډېر سړى وُو لکه چې د سمندر په غاړه شګې وى. د هغوئ سره ډېر آسونه او جنګى ګاډۍ هم وې.</verse>
				<verse number="5">دې ټولو بادشاهانو په خپلو کښې اِتحاد وکړو او په يو ځائ راغلل او د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ کولو دپاره يې د ميروم خوَړ سره خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”د هغوئ نه مۀ يرېږه. سبا تر دې وخته پورې به ما هغوئ ټول د بنى اِسرائيلو دپاره وژلى وى. بيا تۀ به ضرور د هغوئ آسونه ګوډ کړې او د هغوئ جنګى ګاډۍ به وسوزوې.“</verse>
				<verse number="7">نو يشوَع او د هغۀ ټولو سړو د ميروم د خوَړ سره په هغوئ باندې اچانک حمله وکړه.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په هغوئ باندې فتح ورکړه، اِسرائيليان ورپسې وُو او په شمال کښې تر مسرفات مائم او صيدا او نمرخاتۀ طرف تر مصفاه وادۍ پورې ورپسې وُو. جنګ تر هغې پورې جارى وو چې د دشمن يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.</verse>
				<verse number="9">يشوَع د هغوئ سره هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو يعنې هغۀ د هغوئ آسونه شل ګوډ کړل او جنګى ګاډۍ يې ورله وسوزولې.</verse>
				<verse number="10">بيا يشوَع راواپس شو، حصور يې ونيولو او د دې بادشاه يې ووژلو. په هغه وخت کښې حصور د ټولو بادشاهتونو مرکزى ښار وو.</verse>
				<verse number="11">هغوئ هلته هر يو کس ووژلو، هيڅ څوک هم ژوندے پاتې نۀ شو او ښار وسوزولے شو.</verse>
				<verse number="12">يشوَع هغه ټول ښارونه او د دې بادشاهان ونيول، هر يو کس يې ووژلو، هم هغه شان چې څنګه د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="13">خو بنى اِسرائيلو هغه يو ښار هم ونۀ سوزولو کوم چې په غونډو باندې جوړ شوے وو خو يشوَع صِرف حصور سوزولے وو.</verse>
				<verse number="14">بنى اِسرائيلو د دې ښارونو نه ټول مالِ غنيمت او څاروى بوتلل او د خپلو ځانونو دپاره يې وساتل. خو هغوئ ټول کسان ووژل، هيڅ څوک هم ژوندى پاتې نۀ شُو.</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له حُکم ورکړے وو، موسىٰ دا حُکم يشوَع له ورکړو او يشوَع ورباندې عمل وکړو. هغۀ هغه هر څۀ وکړل چې مالِک خُدائ موسىٰ ته د هغې حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="16">يشوَع هغه ټول مُلک قبضه کړو د غرونو مُلک، د غرونو لمنې، چې په شمال او جنوب دواړو طرفونو باندې وُو، د جشن ټوله علاقه او د دې جنوبى طرف ته خُشک مُلک او هم دې سره د اُردن د وادۍ.</verse>
				<verse number="17">هغه علاقه په جنوب کښې د ادوم سره نزدې د خلق غر نه واخله، په شمال کښې د بعل‌جاد پورې او د لبنان په وادۍ کښې د حرمون غر جنوبى طرف پورې خوره شوه. يشوَع د دې علاقې د بادشاهانو سره تر ډېر وخته پورې جنګ وکړو، خو هغۀ هغوئ ټول ونيول او وې وژل.</verse>
				<verse number="18"></verse>
				<verse number="19">جبعون هغه يواځينے ښار وو چې د بنى اِسرائيلو سره يې صُلح وکړه، هلته څۀ حِويان اوسېدل. باقى نور ټول په جنګ کښې فتح شوى وُو.</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ هغوئ په خپله تکړه کړى وُو چې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړى، نو داسې هغوئ بېخى تباه کړے شول او ټول په بې‌رحمۍ سره ووژلے شول. دا هغه څۀ وُو چې مالِک خُدائ د دې حُکم موسىٰ له ورکړے وو.</verse>
				<verse number="21">په هغه وخت کښې يشوَع لاړو او د دېوانو نسل عناقيان يې تباه کړل چې د غرونو په مُلک کښې، حبرون، دبير، عناب او د يهوداه او بنى اِسرائيل د غرونو په ټول مُلک کښې اوسېدل. يشوَع هغوئ او د هغوئ ښارونه پوره تباه کړل.</verse>
				<verse number="22">د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې يو عناقے هم پاتې نۀ شو، اګر چې څۀ عناقيان په غزه، جات او اشدود کښې پاتې وُو.</verse>
				<verse number="23">يشوَع هغه ټول مُلک قبضه کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. يشوَع دا بنى اِسرائيلو له ورکړو چې خپل ميراث يې شى او په هره قبيله باندې يې په حِصو کښې تقسيم کړو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">بنى اِسرائيلو دوو بادشاهانو له شکست ورکړو، نو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون وادۍ نه واخله د اُردن تر وادۍ پورې او هم داسې په شمال کښې د حرمون غر پورې ټول مُلک يې فتح کړے وو او قبضه يې پرې کړې وه.</verse>
				<verse number="2">يو امورى بادشاه سيحون وو چې هغۀ به په حسبون باندې بادشاهى کوله. د هغۀ په بادشاهۍ کښې نيم جِلعاد شامل وو، د عروعير نه واخله چې د ارنون وادۍ په غاړه وو او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار او هم داسې د يبوق سيند پورې چې دا د عمون سرحد وو،</verse>
				<verse number="3">په دې کښې د اُردن وادى يعنې په جنوب کښې د ګليل درياب نه واخله د مړ درياب نمرخاتۀ طرف تر بيت‌يسيموت پورې او د پِسګه غر د لمنو پورې علاقې شاملې وې.</verse>
				<verse number="4">هغوئ د بسن بادشاه عوج له هم شکست ورکړو، څوک چې د رفائيم آخرى پاتې شوے وو، هغۀ په عستارات او ادرعى باندې بادشاهى کوله.</verse>
				<verse number="5">د هغۀ په بادشاهۍ کښې د حرمون غر، سلکه او د جسور سرحدونو پورې ټول بسن او معکه او نيم جِلعاد او هم داسې د حسبون بادشاه سيحون د علاقې پورې مُلک په کښې شامل وو.</verse>
				<verse number="6">موسىٰ او بنى اِسرائيلو دې دوو بادشاهانو له شکست ورکړے وو. د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د هغوئ مُلک د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې له د دې دپاره ورکړے وو چې د هغوئ خپل ميراث شى.</verse>
				<verse number="7">نو يشوَع او بنى اِسرائيلو د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته دې ټولو بادشاهانو له شکست ورکړو چې په دې کښې د لبنان وادۍ بعل‌جاد نه واخله په جنوب کښې د ادوم سره نزدې د خلق غر پورې علاقې شاملې وې. يشوَع دا مُلک په قبيلو باندې تقسيم کړو او دا يې ورکړو چې پوخ ميراث يې شى.</verse>
				<verse number="8">په دې حِصه کښې د غرونو مُلک، نمرپرېواتۀ طرف ته د غرونو لمنې، د اُردن وادى او د دې لمنې، نمرخاتۀ طرف ته کوزه علاقه او په جنوب کښې خُشکه علاقه شامله وه. په دې علاقه کښې حِتيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسېدل.</verse>
				<verse number="9">بنى اِسرائيلو چې کومو بادشاهانو له شکست ورکړو هغه دا دى، يريحو، عى چې بيت‌ايل ته نزدې وو،</verse>
				<verse number="10">يروشلم، حبرون،</verse>
				<verse number="11">يرموت، لکيس،</verse>
				<verse number="12">عجلون، جزر،</verse>
				<verse number="13">دبير، جدر،</verse>
				<verse number="14">حُرمه، عراد،</verse>
				<verse number="15">لِبناه، عدولام،</verse>
				<verse number="16">مقيده، بيت‌ايل،</verse>
				<verse number="17">تفوح، حِفر،</verse>
				<verse number="18">افيق، لشرون،</verse>
				<verse number="19">مدون، حصور،</verse>
				<verse number="20">سِمرون مرون، اکشاف،</verse>
				<verse number="21">تعنک، مِجدو،</verse>
				<verse number="22">قادِس، يقنِعام چې په کرمل کښې وو،</verse>
				<verse number="23">دور چې د سمندر په غاړه وو، جوئيم، چې په ګليل کښې وو،</verse>
				<verse number="24">او تِرضاه. دا ټول يو دېرش بادشاهان وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">اوس يشوَع ډېر بوډا شوے وو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ډېر بوډا شوے يې خو تر اوسه پورې په ډېره علاقه باندې قبضه کول پاتې دى،</verse>
				<verse number="2">د فلستيانو او جسوريانو ټوله علاقه،</verse>
				<verse number="3">او ورسره په جنوب کښې د عويانو ټوله علاقه. د مِصر سرحد سره د سيحور نِهر نه واخله په شمال کښې د عقرون سرحد پورې علاقه د کنعانيانو ګڼلے شوه، او د فلستيانو بادشاهان په غزه، اشدود، اسقلون، جات او عقرون کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="4">تر اوسه پورې د کنعانيانو او معاره ټول مُلک هلته دے کوم چې د صيدانيانو دے او هم داسې د امورى سرحد افيق پورې،</verse>
				<verse number="5">د جبليانو مُلک، نمرخاتۀ طرف ته ټول لبنان، د بعل‌جاد نه چې د حرمون غر جنوب طرف ته ده د حمات درې پورې.</verse>
				<verse number="6">په دې کښې د هغه صيدانيانو ټوله علاقه شامله ده کوم چې د لبنان د غرونو او مسرفات مائم په مينځ کښې د غرونو په مُلک کښې اوسيږى. کله چې اِسرائيليان مخ په وړاندې ځى نو زۀ به دا ټول خلق وشړم. لکه څنګه چې ما حُکم درکړے دے نو تۀ به هغه مُلک په بنى اِسرائيلو باندې تقسيم کړې.</verse>
				<verse number="7">نو اوس دا زمکه په هغه نورو نهو قبيلو او د منسى په نيمه قبيله باندې تقسيم کړه چې د هغوئ خپل ميراث شى.“</verse>
				<verse number="8">د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې د مخکښې نه هغه زمکه اخستې وه کومه چې موسىٰ، د مالِک خُدائ خِدمتګار هغوئ له ورکړې وه، دا د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته وه.</verse>
				<verse number="9">د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه تر عروعير او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار پورې خوره شوه او په دې کښې د ميدبا نه واخله تر ديبون پورې ټولې اوچتې علاقې شاملې وې.</verse>
				<verse number="10">دا د عمون سرحد پورې لاړه او هغه ټول ښارونه په کښې شامل وُو په کومو باندې چې امورى بادشاه سيحون حکومت کړے وو، چې هغۀ په حسبون کښې بادشاهى کړې وه.</verse>
				<verse number="11">په دې کښې د جِلعاديانو، د جسوريانو او د معکيانو علاقې، د حرمون ټول غر او تر سلکه پورې ټول بسن شامل وو.</verse>
				<verse number="12">په کښې د عوج بادشاهى هم شامله وه کوم چې د رفائيم آخرى پاتې شوے وو، چې هغۀ په عستارات او ادرعى باندې بادشاهى کړې وه. موسىٰ دې خلقو له شکست ورکړے وو او هغوئ يې شړلى وُو.</verse>
				<verse number="13">خو بنى اِسرائيلو د جسور او معکه خلق نۀ وُو شړلى، هغوئ تر اوسه پورې د بنى اِسرائيلو سره اوسيږى.</verse>
				<verse number="14">موسىٰ د ليوى قبيلې له په ميراث کښې هيڅ زمکه نۀ وه ورکړې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو چې ليويانو ته به د خپلې برخې په توګه هغه قربانۍ ملاويږى کومې چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته په قربان‌ګاه باندې سوزولے شى.</verse>
				<verse number="15">موسىٰ د هغه مُلک يوه حِصه د روبين د قبيلې کورَنو له ورکړې وه چې د هغوئ ميراث شى.</verse>
				<verse number="16">د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه د عروعير پورې او د هغه وادۍ تر مينځ ښار پورې خوره وه او په دې کښې د ميدبا نه ګېرچاپېره ټولې اوچتې علاقې شاملې وې.</verse>
				<verse number="17">په دې کښې حسبون او د اوچتې علاقې ټول ښارونه شامل وُو يعنې ديبون، بامات بعل، بيت‌بعل معون،</verse>
				<verse number="18">يهض، قديمات، مفعت،</verse>
				<verse number="19">قِريَتائم، سبماه او په وادۍ کښې په غر باندې ضره‌سحر،</verse>
				<verse number="20">بيت‌فعور، د پِسګه غر ښکته علاقې او بيت‌يسيموت.</verse>
				<verse number="21">په دې کښې د اوچتې علاقې ټول ښارونه او د امورى بادشاه سيحون ټول مُلک شامل وو، امورى بادشاه سيحون په حسبون بادشاهى کړې وه. موسىٰ هغۀ له او دغسې د ميديان دې حکمرانانو له هم شکست ورکړو، ايوى، رِقم، صور، حُور او رِبع. د سيحون په مُلک کښې دې ټولو بادشاهانو حکومت کړے وو.</verse>
				<verse number="22">کوم خلق چې بنى اِسرائيلو ووژل په هغې کښې د بعور زوئ بلعام فال کتونکے هم شامل وو.</verse>
				<verse number="23">نمرپرېواتۀ طرف ته د اُردن سيند د روبين قبيلې سرحد وو. دا هغه ښارونه او کلى وُو چې د روبين قبيلې کورَنو له ورکړے شوى وُو چې د هغوئ خپل ميراث شى.</verse>
				<verse number="24">موسىٰ د هغه مُلک يوه حِصه د جاد قبيلې کورَنو له هم ورکړې وه چې د هغوئ خپل ميراث شى.</verse>
				<verse number="25">د هغوئ په علاقه کښې يعزير او د جِلعاد ټول ښارونه، د عروعير پورې د عمونيانو نيم مُلک شامل وو، کوم چې د ربه نمرخاتۀ طرف ته دے،</verse>
				<verse number="26">د هغوئ مُلک د حسبون نه تر رامت مصفاه او بطونيم پورې او د محنايم نه تر دبير سرحد پورې خور وو.</verse>
				<verse number="27">د اُردن په وادۍ کښې په دې کښې بيت‌هارم، بيت‌نِمره، سُکات، صفون او د حسبون بادشاه سيحون باقى پاتې بادشاهى شامله وه. د هغوئ نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد د ګليل درياب پورې د اُردن سيند وو.</verse>
				<verse number="28">دا هغه ښارونه او کلى وُو کوم چې د جاد قبيلې کورَنو له ورکړے شوى وُو چې د هغوئ خپل ميراث شى.</verse>
				<verse number="29">موسىٰ د هغه مُلک يوه حِصه د منسى نيمې قبيلې کورَنو له ورکړې وه چې د هغوئ خپل ميراث شى.</verse>
				<verse number="30">د هغوئ علاقه تر محنايم پورې خوره وه او په دې کښې ټول بسن، د بسن بادشاه عوج ټوله بادشاهى او هم داسې په بسن کښې د يائير ټول شپېتۀ کلى هم شامل وُو.</verse>
				<verse number="31">په کښې نيم جِلعاد او هم داسې عستارات او ادرعى، په بسن کښې د عوج په بادشاهۍ کښې ښارونه هم شامل وُو. دا ټول د منسى زوئ مکير اولاد نيمو کورَنو له ورکړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="32">کله چې موسىٰ د موآب په مېدانونو کښې وو نو هغۀ د يريحو نمرخاتۀ طرف ته او د اُردن مُلک داسې تقسيم کړو.</verse>
				<verse number="33">خو موسىٰ ليوى قبيلې له په ميراث کښې هيڅ هم ورنۀ کړل. ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د هغوئ ميراث دے لکه څنګه چې هغۀ ورسره وعده کړې وه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">دا هغه حِساب کِتاب دے چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د کنعان مُلک په بنى اِسرائيلو باندې څنګه تقسيم شوے وو. اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او د بنى اِسرائيلو د قبيلو کورَنو مشرانو دا په خلقو باندې تقسيم کړو.</verse>
				<verse number="2">لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته نهه نيمو قبيلو ته د ميراث د مِلاوېدو دا فېصله دې د پچې په ذريعه وشى.</verse>
				<verse number="3">موسىٰ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مُلک د مخکښې نه هغه نورو دوه نيمو قبيلو ته حواله کړے وو. د يوسف اولاد په دوو قبيلو کښې تقسيم وو، منسى او اِفرائيم. موسىٰ په هغه زمکه کښې ليويانو له هيڅ حِصه ورنۀ کړه. خو هغوئ ته د اوسېدو دپاره داسې ښارونه مِلاو شول چې د هغوئ د څاروو او رَمو دپاره پټى په کښې وُو.</verse>
				<verse number="4"></verse>
				<verse number="5">بنى اِسرائيلو هغه زمکه هم هغه شان تقسيم کړه لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="6">يوه ورځ د يهوداه د قبيلې څۀ خلق په جِلجال کښې يشوَع له راغلل. د هغوئ نه يو کس د يفُنه قنزى زوئ کالب هغۀ ته وفرمائيل، ”تا ته پته ده چې مالِک خُدائ په قادِس برنيع کښې د خُدائ پاک بنده موسىٰ ته زما او ستا په حقله څۀ فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="7">زۀ د څلوېښتو کالو وم چې کله د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ زۀ د قادِس برنيع نه ولېږلم چې د مُلک معلومات حاصل کړم. نو ما هغۀ له صحيح خبر راوړو.</verse>
				<verse number="8">کوم سړى چې زما سره تلى وُو نو هغوئ زمونږ خلق يرول. خو ما په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک تابعدارى وکړه.</verse>
				<verse number="9">په هغه وخت موسىٰ ما سره دا لوظ وکړو چې ما او زما بچو ته به بې‌شکه دا مُلک د ميراث په توګه ملاويږى چې په کوم کښې ما قدم اېښے وو.</verse>
				<verse number="10">خو اوس ګوره، چې د کله نه مالِک خُدائ موسىٰ ته داسې فرمائيلى دى نو د هغې پينځۀ څلوېښت کاله وشول. دا هغه وخت وو چې کله بنى اِسرائيل په صحرا کښې روان وُو او مالِک خُدائ د خپلې وعدې په مطابق تر نن ورځې پورې زۀ ژوندے ساتلے يم. ما ته وګوره. زۀ د پينځۀ اتياو کالو يم</verse>
				<verse number="11">او زۀ نن هم هغه شان تکړه يم چې څنګه په هغه وخت کښې وم چې کله موسىٰ لېږلے وم. زۀ تر اوسه پورې د جنګ او د باقى نورو کارونو دپاره اوس هم ښۀ تکړه يم.</verse>
				<verse number="12">نو، ما له د غرونو هغه مُلک راکړه چې مالِک خُدائ په هغه ورځ زما سره د هغې وعده کړې وه په کومه ورځ چې ما او نورو جاسوسانو خبر راوړو. ما بيا تا ته ووئيل چې هلته د دېوانو نسل عناقيان د پَخو دېوالونو په لويو لويو ښارونو کښې وُو. مالِک خُدائ دې زما مل شى او هغوئ به زۀ وشړم، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى.“</verse>
				<verse number="13">يشوَع د يفُنه زوئ کالب دپاره برکت وغوښتلو او د حبرون ښار يې ورکړو چې د هغۀ خپل شى.</verse>
				<verse number="14">حبرون تر اوسه پورې د يفُنه قنزى د زوئ کالب دے، ځکه چې هغۀ په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک تابعدارى کوله.</verse>
				<verse number="15">د حبرون ښار مخکښې د قِريَت‌اربع په نوم يادېدو، ځکه چې اربع د ټولو نه لوئ عناقے وو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">د يهوداه قبيلې کورَنو ته د زمکې يوه حِصه مِلاو شوه چې داسې بيان شوې ده، هغه مُلک په جنوب کښې د ادوم د سرحد سره د صين صحرا آخرى جنوبى سر ته ورسېدو.</verse>
				<verse number="2">دا جنوبى سرحد د مالګې درياب د جنوبى سر نه لاړو،</verse>
				<verse number="3">او په جنوب کښې د لړم درې نه واخله تر صين پورې تلے وو. دا په جنوب کښې د قادِس برنيع نه تلے وو، د حصرون نه تېر وو او ادار ته رسېدلے وو او قرقع ته تاو وو،</verse>
				<verse number="4">او عضمون ته تلے وو او د مديترانى د سمندر ته د مِصر په سرحد باندې په نِهر باندې تلے وو، سرحد هلته ختم شوے وو. دا د يهوداه جنوبى سرحد وو.</verse>
				<verse number="5">نمرخاتۀ طرف ته سرحد يې د مالګې درياب وو، دا تر هغه خليج پورې تلے وو چرته چې د اُردن سيند خالى کيږى. شمالى سرحد د هغه ځائ نه شروع کېدو،</verse>
				<verse number="6">چې د بيت‌حجلاه پورې خور وو او د هغه غاړې په شمالى طرف تلے وو چې د هغې نه د اُردن وادى ښکارېده. بيا دا بوهن کاڼى پورې تلے وو، بوهن د روبين زوئ وو،</verse>
				<verse number="7">د مصيبت د وادۍ نه تر دبير پورې او بيا په شمال کښې د جِلجال طرف ته تاو وو، چې مخ يې د وادۍ جنوبى طرف ته د ادميم درې ته دے. دا د عين‌شمس د چينو نه عين‌راجل ته تلے وو،</verse>
				<verse number="8">کوم چې د غرۀ جنوبى طرف ته د هنوم وادۍ نه تېر شوے وو چرته چې د يبوسيانو يروشلم ښار وو. سرحد بيا د هنوم وادۍ نمرپرېواتۀ طرف ته پاس غر ته ختلے وو، چې د رفائيم وادۍ شمالى سر سره دے.</verse>
				<verse number="9">د هغه ځائ نه دا د نفتوح چينو ته او بهر د عِفرون سره نزدې ښارونو ته تلے وو. دا هلته د بعله يعنې قِريَت‌يعريم طرف ته تاو وو،</verse>
				<verse number="10">چرته چې دا د ادوم د غرونو مُلک طرف ته د بعله نمرپرېواتۀ طرف ته تاو وو، د يعريم يعنې کسلون غرۀ شمالى طرف ته، لاندې بيت‌شمس ته تلے وو او د تمنت نه تېر وو.</verse>
				<verse number="11">سرحد بيا د عقرون شمالى طرف ته غرۀ ته تلے وو، د سکرون طرف ته تاو وو، د بعله غر نه تېر وو او يبنى‌اېل ته تلے وو. دا د مديترانى د سمندر سره ختم وو،</verse>
				<verse number="12">چې د هغې نه نمرپرېواتۀ طرف ته د مديترانى سمندر وو. په دې سرحدونو کښې د يهوداه د قبيلو خلق اوسېدل.</verse>
				<verse number="13">لکه څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته حُکم کړے وو، د يهوداه د علاقې يوه حِصه د يفُنه زوئ کالب له ورکړے شوې وه. هغۀ ته حبرون مِلاو شو، د هغه ښار نوم قِريَت‌اربع وو او اربع د عناقيانو پلار نيکۀ وو.</verse>
				<verse number="14">کالب د عناقيانو هغه اولاد د ښار نه وويستلو، چې د سيسى، اخيمان او تلمى قبيلې وې.</verse>
				<verse number="15">د هغې ځائ نه هغه لاړو چې د دبير په اوسېدونکو باندې حمله وکړى. هغه ښار مخکښې قِريَت‌سِفر بللے شو.</verse>
				<verse number="16">کالب وفرمائيل، ”زۀ به خپله لور عکسه هغه سړى له ورکړم چې وادۀ يې کړى چې کوم سړے د قِريَت‌سِفر په قبضه کولو کښې کامياب شى.“</verse>
				<verse number="17">د کالب ورارۀ او د قنز زوئ عتنى‌اېل هغه ښار قبضه کړو، نو کالب خپله عکسه لور هغۀ ته وادۀ کړه.</verse>
				<verse number="18">د وادۀ په ورځ هغې عتنى‌اېل دې ته رضا کولو چې د هغې د پلار نه يو پټے وغواړى. هغه د خپل خر نه کوزه شوه او کالب ترې نه تپوس وکړو چې، ”تۀ څۀ غواړې.“</verse>
				<verse number="19">هغې ورته ووئيل، ”زما سره ښۀ وکړه، زۀ د اوبو يو څو چينې غواړم. تا چې ما له کومه زمکه راکړې ده هغه په اوچ مُلک کښې ده.“ نو کالب هغې له بره او ښکته چينې ورکړې.</verse>
				<verse number="20">دا هغه زمکه وه چې د يهوداه قبيلې کورَنو ته مِلاو شوه چې د هغوئ ميراث شى.</verse>
				<verse number="21">په جنوب کښې په آخرى سر کښې دا ښارونه د هغوئ وُو، کوم چې د ادوم سرحد سره نزدې وُو، هغه دا وُو، قبضئيل، عدر، يجور،</verse>
				<verse number="22">قينه، ديمونه، عدعده،</verse>
				<verse number="23">قادِس، حصور، اِتنان،</verse>
				<verse number="24">زيف، طلم، بعلوت،</verse>
				<verse number="25">حصورحدته، قريوت‌حصرون يعنې حصور،</verse>
				<verse number="26">اِمام، سمع، مولاده،</verse>
				<verse number="27">حصار‌جده، حشمون، بيت‌فِلِط،</verse>
				<verse number="28">حصارسعول، بيرسبع، بزيوتياه،</verse>
				<verse number="29">بعله، عييم، عضم،</verse>
				<verse number="30">التولد، کسيل، حُرمه،</verse>
				<verse number="31">صِقلاج، مدمنه، سنسناه،</verse>
				<verse number="32">لباوت، سِلحيم، عين او رِمون، دا ټول نهۀ‌ويشت ښارونه وُو، چې د دې نه ګېرچاپېره کلى هم وُو.</verse>
				<verse number="33">د غرونو په لمنو کښې دا ښارونه وُو، اِستال، صُرعا، اسنا،</verse>
				<verse number="34">زنوح، عين‌جنيم، تفوح، عينام،</verse>
				<verse number="35">يرموت، عدولام، شوکه، عزيقه،</verse>
				<verse number="36">شعريم، عديتيم، جديره او جديروتيان، دا څوارلس ښارونه وُو چې د هغې نه ګېرچاپېره کلى وُو.</verse>
				<verse number="37">هلته دا ښارونه هم وُو، ضنان، حداشه، مجدل‌جد،</verse>
				<verse number="38">دلعان، مصفاه، يقتى‌اېل،</verse>
				<verse number="39">لکيس، بُصقت، عجلون،</verse>
				<verse number="40">کبون، لحماس، کِتليس،</verse>
				<verse number="41">جديروت، بيت‌دجون، نعمه او مقيده، دا شپاړس ښارونه وُو، چې د دې نه ګېرچاپېره کلى وُو.</verse>
				<verse number="42">هلته دا ښارونه هم وُو، لِبناه، عتر، عسن،</verse>
				<verse number="43">يفتاح، اسنا، نصيب،</verse>
				<verse number="44">قعيله، اکزيب او مريسه، يعنې نهۀ ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.</verse>
				<verse number="45">هلته د عقرون د ښارونو او د کلو سره وُو،</verse>
				<verse number="46">او د عقرون نه د مديترانى د سمندر پورې، ټول د اشدود سره نزدې ښارونه او کلى.</verse>
				<verse number="47">هلته اشدود او غزه، د خپلو وړو ښارونو او کلو سره وُو، چې دا د مِصر په سرحد باندې نِهر او د مديترانى د سمندر غاړې ته رسېدلى وُو.</verse>
				<verse number="48">د غرونو په مُلک کښې دا وُو، سمير، يتير، شوکه،</verse>
				<verse number="49">دناه، قِريَت‌سِفر يعنې دبير،</verse>
				<verse number="50">عناب، استموع، عنيم،</verse>
				<verse number="51">جشن، حولون او جلوه، يوولس ښارونه، چې د دې نه ګېرچاپېره کلى وُو.</verse>
				<verse number="52">هلته عرب، دومه، اشعان،</verse>
				<verse number="53">ينوم، بيت‌تفوح، افيقه،</verse>
				<verse number="54">حُمطه، حبرون او صيعور وُو، نهۀ ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.</verse>
				<verse number="55">هلته دا ښارونه وُو، معون، کرمل، زيف، يُوطه،</verse>
				<verse number="56">يزرعيل، يقدِعام، زنوح،</verse>
				<verse number="57">قين، جبعه او تمنت، يعنې لس ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.</verse>
				<verse number="58">هلته حلحُول، بيت‌صور، جدور،</verse>
				<verse number="59">معرات، بيت‌عنات او التقون وُو، شپږ ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.</verse>
				<verse number="60">هلته قِريَت‌بعل يعنې، قِريَت‌يعريم او ربه وُو، دوه ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.</verse>
				<verse number="61">په صحرا کښې بيت‌اراباه، مدين، سکاکه،</verse>
				<verse number="62">نِبسان، د مالګې ښار، او عين‌جدى وُو، شپږ ښارونه چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.</verse>
				<verse number="63">خو د يهوداه خلق د دې قابل نۀ وُو چې هغه يبوسيان وشړى کوم يبوسيان چې په يروشلم کښې اوسېدل. يبوسيان تر اوسه پورې هلته د يهوداه د خلقو سره اوسيږى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">د يوسف اولاد ته چې کوم مُلک حواله شوے وو د هغې جنوبى سرحد د يريحو سره نزدې د اُردن نه شروع شوے وو، دا هغه ځائ وو چې د يريحو چينو نمرخاتۀ طرف ته وو او صحرا ته تلے وو. دا د يريحو نه تلے وو او تر بيت‌ايل پورې د غرونو مُلک ته ننوتلے وو.</verse>
				<verse number="2">د بيت‌ايل نه دا لوز ته تلے وو او عطارات ادار ته رسېدلے وو، چرته چې ارکيان اوسېدل.</verse>
				<verse number="3">بيا دا د لاندينى بيت‌حورون پورې، نمرپرېواتۀ طرف ته د يفليطيانو علاقې ته تلے وو. دا د هغه ځائ نه جزر ته تلے وو او د مديترانى په سمندر باندې ختم وو.</verse>
				<verse number="4">دا زمکه د يوسف اولاد، د اِفرائيم قبيلو او د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى ته مِلاو شوه چې د هغوئ خپل ميراث شى.</verse>
				<verse number="5">دا د اِفرائيم د قبيلې د کورَنو علاقه وه، د هغوئ سرحد نمرخاتۀ طرف ته د عطارات ادار نه پاسنى بيت‌حورون ته تلے وو.</verse>
				<verse number="6">او د هغه ځائ نه د مديترانى سمندر ته تلے وو. مکمتاه د هغوئ په شمالى طرف باندې وو. هلته نمرخاتۀ طرف ته سرحد د تانت سيلا طرف ته تاو وو او د ينوحاه نمرخاتۀ طرف ته تلے وو.</verse>
				<verse number="7">بيا دا د ينوحاه نه لاندې عطارات او نعراه ته تلے وو، چې يريحو ته رسېدلے وو او د اُردن سره ختم وو.</verse>
				<verse number="8">نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد د تفوح نه د قاناه نِهر ته تلے وو او د مديترانى سمندر سره ختم وو. دا هغه مُلک وو چې د اِفرائيم د قبيلې کورَنو ته ورکړے شوے وو چې د هغوئ ميراث شى،</verse>
				<verse number="9">چې په کښې يو څو هغه واړۀ ښارونه او کلى هم شامل وُو کوم چې د منسى په سرحدونو کښې دننه وُو، خو د اِفرائيم قبيلې له ورکړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="10">خو هغوئ هغه کنعانيان ونۀ شړل کوم چې په جزر کښې اوسېدل، نو په دې وجه کنعانيان تر اوسه پورې د اِفرائيميانو سره اوسيږى، خو د کنعانيانو نه يې په زور کار اخلى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">د نمرپرېواتۀ طرف ته د اُردن يوه برخه د يوسف مشر زوئ منسى اولاد څۀ کورَنو ته مِلاو شوې وه. د جِلعاد پلار مکير، چې د منسى مشر زوئ وو هغه يو تکړه فوجى وو، نو په دې وجه جِلعاد او د نمرخاتۀ طرف ته بسن هغۀ ته حواله شوى وُو.</verse>
				<verse number="2">د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته زمکه د منسى دې باقى پاتې کورَنو ته حواله شوې وه يعنې ابيعزر، حالق، اسرى‌اېل، شِکم، حِفر او سميدع. دا د يوسف زوئ منسى نران اولاد وو او هغوئ د خپلو کورَنو مشران وُو.</verse>
				<verse number="3">د حِفر زوئ صِلافحاد، چې دې زوئ د جِلعاد، جِلعاد زوئ د مکير او مکير زوئ د منسى وو، د صِلافحاد زامن نۀ وُو، خو صِرف لوڼه يې وې. د هغوئ نومونه محلاه، نوعاه، حجلاه، مِلکاه او تِرضاه وُو.</verse>
				<verse number="4">هغوئ اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او مشرانو له لاړې او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړو چې مونږ له او داسې زمونږ نرانو خپلوانو له هم د زمکې يوه برخه راکړى چې زمونږ ميراث شى.“ نو چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو هغۀ ورله د ترونو سره ميراث ورکړو.</verse>
				<verse number="5">نو په دې وجه منسى ته د اُردن نمرخاتۀ طرف د جِلعاد او بسن نه علاوه لس نورې برخې مِلاو شوې،</verse>
				<verse number="6">ځکه چې د منسى قبيلې لوڼو ته د خپلو زامنو سره ميراث مِلاو شو. نو په دې وجه د جِلعاد مُلک د منسى د باقى پاتې اولاد ميراث شو.</verse>
				<verse number="7">د منسى علاقه د آشر نه د شِکم نمرخاتۀ طرف ته تر مکمتاه پورې ورسېده. بيا هغه سرحد د جنوب طرف ته لاړو چې په دې کښې د تفوح خلق شامل شى.</verse>
				<verse number="8">د تفوح نه ګېرچاپېره علاقه د منسى وه، خو په سرحد باندې د تفوح ښار، د اِفرائيم د اولاد وو.</verse>
				<verse number="9">بيا سرحد لاندې د قاناه نِهر ته تلے وو. د نِهر جنوبى طرف ته ښارونه د اِفرائيم وُو، اګر چې دا د منسى په علاقه کښې وُو. د منسى سرحد د نِهر شمالى غاړې سره تلے وو او د مديترانى سمندر سره ختم وو.</verse>
				<verse number="10">اِفرائيم جنوب طرف ته وو او منسى د شمال طرف ته وو او د نمرپرېواتۀ سرحد يې د مديترانى سمندر وو. آشر شمالى نمرپرېواتۀ طرف ته وو او يساکار شمالى نمرخاتۀ طرف ته وو.</verse>
				<verse number="11">د يساکار او آشر په علاقو کښې، بيت‌شان او ابليعام د منسى وُو او تر دور پورې چې د سمندر په غاړه دے او د هغې نه ګېرچاپېره ښارونه هم د منسى وُو، عين دور، تعنک، مِجدو او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه.</verse>
				<verse number="12">د منسى خلقو په دې ښارونو کښې اوسېدونکى خلق نۀ شول شړلے، نو په دې وجه کنعانيان هلته په زور اوسېدل.</verse>
				<verse number="13">اګر چې کله بنى اِسرائيليان تکړه هم شول، نو هغوئ بيا هم ټول کنعانيان ونۀ شړل، خو کنعانيان يې دې ته مجبور کړل چې په زبردستۍ ترې نه کار واخلى.</verse>
				<verse number="14">د يوسف اولاد يشوَع ته ووئيل، ”تا مونږ له د مُلک صِرف يوه برخه ولې راکړې ده چې زمونږ ميراث شى؟ مونږ ډېر زيات خلق يُو ځکه چې مالِک خُدائ مونږ له برکت راکړے دے.“</verse>
				<verse number="15">يشوَع ورته وفرمائيل، ”کۀ تاسو ډېر زيات يئ او د اِفرائيم د غرونو مُلک ستاسو دپاره کافى نۀ وى، نو بيا ځنګلو ته لاړ شئ او د فرزيانو او رفائيم په مُلک کښې د خپلو ځانونو دپاره زمکه صفا کړئ.“</verse>
				<verse number="16">د يوسف قبيلې ورته ووئيل، ”د غرونو مُلک هم زمونږ دپاره کافى نۀ دے، او د مېدانونو او د بيت‌شان او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو او د يزرعيل په وادۍ کښې اوسېدونکى ټول کنعانيان د اوسپنې جنګى ګاډۍ لرى.“</verse>
				<verse number="17">نو يشوَع د اِفرائيم او د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى قبيلو ته ووئيل چې، ”په حقيقت کښې تاسو ډېر زيات يئ او تاسو ډېر تکړه شوى يئ. تاسو ته به د يوې برخې نه زياتې برخې ملاويږى.</verse>
				<verse number="18">د غرونو مُلک به ستاسو شى، اګر چې دا يو ځنګل دے، تاسو به دا صفا کړئ او د يو سر نه تر بل سَره پورې به يې ونيسئ. کۀ کنعانيان هر څومره تکړه هم وى او ورسره د اوسپنې جنګى ګاډۍ وى خو تاسو به بيا هم هغوئ وشړئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله.</verse>
				<verse number="2">د بنى اِسرائيلو اووۀ قبيلې تر اوسه پورې داسې وې چې هغوئ ته په هغه مُلک کښې حِصه نۀ وه حواله شوې.</verse>
				<verse number="3">نو يشوَع بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو به ترڅو پورې دومره اِنتظار کوئ چې تاسو لاړ شئ او هغه مُلک ونيسئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک تاسو له درکړے دے؟</verse>
				<verse number="4">تاسو به د هرې قبيلې نه درې سړى خوښ کړئ او زۀ به هغوئ ولېږم چې هغه ټوله علاقه وګورى او د دې ميراث د تقسيمولو تفصيل راوړى او بيا به هغوئ ما له واپس راشى.</verse>
				<verse number="5">هغه مُلک به په هغوئ باندې په اوو برخو کښې تقسيم شى، يهوداه به د هغې په جنوبى حِصه کښې ايسار شى او يوسف به د هغې په شمالى حِصه کښې ايسار شى.</verse>
				<verse number="6">د دې اوو حِصو د تقسيم يو تفصيل وليکئ او ما له يې راوړئ. بيا به زۀ ستاسو دپاره د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک په وړاندې د مشورې دپاره ستاسو سره پچه واچوم.</verse>
				<verse number="7">خو ليويانو ته به ستاسو نورو قبيلو سره د زمکې ميراث نۀ ملاويږى، ځکه چې د هغوئ برخه دا ده چې د مالِک خُدائ د اِمامانو په توګه خِدمت وکړى. او د جاد، روبين او د منسى قبيلو ته به نوره زمکه نۀ ملاويږى ځکه چې د مخکښې نه هغوئ ته خپله زمکه د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مِلاو شوې ده، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ هغوئ له ورکړې ده.“</verse>
				<verse number="8">کله چې هغه سړى د مُلک کتلو دپاره روان شول نو يشوَع ورته وفرمائيل چې، ”داسې به وکړئ، په هغه ټول مُلک باندې وګرځئ او تفصيل يې جوړ کړئ او بيا ما له واپس راشئ. او بيا به زۀ دلته په سيلا کښې د مالِک خُدائ په وړاندې د مشورې دپاره تاسو سره پچه واچوم.“</verse>
				<verse number="9">نو هغه سړى په ټول مُلک باندې وګرځېدل او هغوئ د دې بيان وليکلو چې په اوو حِصو کښې به يې څنګه تقسيموى او د ښارونو تفصيل يې وليکلو. بيا هغوئ واپس يشوَع له د سيلا کېمپ ته لاړل.</verse>
				<verse number="10">نو يشوَع د هغوئ دپاره په سيلا کښې پچه واچوله چې د مالِک خُدائ سره مشوره وکړى او د بنى اِسرائيلو هرې پاتې شوې قبيلې ته يې د زمکې خپله خپله برخه حواله کړه.</verse>
				<verse number="11">اول پچه د بنيامين د قبيلې راوتله. د هغوئ زمکه د يهوداه او يوسف قبيلو په مينځ کښې پرته وه.</verse>
				<verse number="12">په شمال کښې د هغوئ سرحد د اُردن سره شروع کېدو او بيا د يريحو شمال طرف ته بره ختلے وو او نمر پرېواتۀ طرف ته د بيت‌آون په صحرا کښې د غرونو په مُلک کښې تلے وو.</verse>
				<verse number="13">هغه سرحد بيا بره د لوز جنوبى طرف ته تلے وو چې د دې بيت‌ايل نوم هم وو، بيا عطارات ادار ته کوز شوے وو چې د بيت‌حورون په جنوب طرف په غر باندې وو.</verse>
				<verse number="14">بيا سرحد په يو بل طرف باندې تلے وو، د دې غرۀ د نمرپرېواتۀ طرف نه جنوبى طرف ته تاو وو او قِريَت‌بعل ته تلے وو چې بل نوم يې قِريَت‌يعريم دے، کوم ځائ چې د يهوداه د قبيلې دے. دا د نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد وو.</verse>
				<verse number="15">جنوبى سرحد يې د قِريَت‌يعريم په غاړه شروع شوے وو او د نفتوح چينو ته تلے وو.</verse>
				<verse number="16">بيا دا لاندې د غرۀ لمنو ته کوز شوے وو چې د هنوم وادى ترې نه ښکارېده، دا د رفائيم وادۍ شمالى سر سره دے. بيا دا د هنوم په وادۍ کښې جنوبى طرف ته، د يبوسيانو په جنوبى غاړه د عين‌راجل طرف ته تلے وو.</verse>
				<verse number="17">بيا دا د عين‌شمس شمالى طرف ته او بيا جليلوت ته تاو وو، چې د ادميم درې ته مخامخ دے. سرحد بيا لاندې د بوهن کاڼى ته تلے وو، بوهن د روبين زوئ وو.</verse>
				<verse number="18">او د هغه غاړې شمالى طرف ته تېر وو چې د اُردن وادى ترې نه ښکارېده. دا لاندې وادۍ ته ورننوتلے وو،</verse>
				<verse number="19">د بيت‌حجلاه شمالى غاړې نه تېر وو او د مالګې درياب د شمالى خولې سره ختم وو، په کوم ځائ کښې چې د اُردن سيند اوبۀ ورغورزيږى. دا جنوبى سرحد وو.</verse>
				<verse number="20">اُردن يې د نمرخاتۀ طرف ته سرحد وو. دا د هغه مُلک سرحدونه وُو کوم چې د بنيامين قبيلې کورَنو ته مِلاو شُو چې د هغوئ خپل ميراث شى.</verse>
				<verse number="21">د بنيامين د قوم د قبيلو ښارونه دا وُو، يريحو، بيت‌حجلاه، عميق قصيص،</verse>
				<verse number="22">بيت‌اراباه، صمريم، بيت‌ايل،</verse>
				<verse number="23">عويم، فاره، عفره،</verse>
				<verse number="24">کفرالعمونى، عُفنى او جبعه، دا دولس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.</verse>
				<verse number="25">هلته جبعون، راما، بيروت،</verse>
				<verse number="26">مصفاه، کفيره، موضه،</verse>
				<verse number="27">رِقم، ارفيل، تراله،</verse>
				<verse number="28">ضِلع، الف، يبوس يعنې يروشلم، جبعه او قِريَت‌يعريم وُو، دا ټول څوارلس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. دا هغه مُلک دے کوم چې د بنيامين قبيلې کورَنو ته مِلاو شو چې د هغوئ ميراث شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">دوېمه پچه د شمعون قبيلې د کورَنو راووتله. دا علاقه د يهوداه قبيلې په علاقه کښې دننه وه.</verse>
				<verse number="2">په دې کښې بيرسبع يا شيبا، مولاده،</verse>
				<verse number="3">حصارسعول، بالاه، عضم،</verse>
				<verse number="4">التولد، بيت‌ايل، حُرمه،</verse>
				<verse number="5">صِقلاج، بيت‌مرکبوت، حصارسوسه،</verse>
				<verse number="6">بيت‌لباوت او ساروحن شامل وُو، دا ديارلس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې کلى وُو.</verse>
				<verse number="7">هلته عين، رِمون، عتر، عسن هم وُو، دا څلور ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو.</verse>
				<verse number="8">په دې کښې هغه ټول کلى شامل وُو چې تر لرې په جنوب کښې د بعلات بير يا راما نجب پورې ښارونه ترې نه تاو وو. دا هغه مُلک وو چې د شمعون قبيلې کورَنو ته مِلاو شوے وو چې د هغوئ خپل ميراث شى.</verse>
				<verse number="9">د يهوداه ميراث د ضرورت نه زيات وو نو په دې وجه د هغه علاقې يوه برخه د شمعون قبيلې له ورکړے شوې وه.</verse>
				<verse number="10">درېمه پچه د زبولون قبيلې د کورَنو راووتله. هغوئ ته چې کومه زمکه مِلاو شوه هغه ساريد ته رسېدلې وه.</verse>
				<verse number="11">د مُلک سرحد د هغه ځائ نمرپرېواتۀ طرف مرعله ته تلے وو، چې دباست او د يقنِعام نمرخاتۀ طرف ته د نِهر سره لګېدو.</verse>
				<verse number="12">د ساريد په بله غاړه دا نمرخاتۀ طرف ته د کِسلوت تبور سرحد ته او بيا دبرت او يفيع ته تلے وو.</verse>
				<verse number="13">دا د هغه ځائ نه نمرخاتۀ په طرف جات‌حِفر او عته قاضين ته روان وو او د رِمون په لاره نيعه ته تاو وو.</verse>
				<verse number="14">په شمال کښې سرحد د حناتون طرف ته تاو وو او د اِفتاح‌اېل وادۍ سره ختم وو.</verse>
				<verse number="15">په دې کښې قطات، نحلال، سِمرون، اِداله او بيت‌لحم شامل وُو، دا ټول دولس ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو.</verse>
				<verse number="16">دا ښارونه او د دې کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د زبولون قبيلې ته مِلاو شُو چې خپل ميراث يې شى.</verse>
				<verse number="17">په څلورم ځل پچه د يساکار قبيلې د کورَنو راووتله.</verse>
				<verse number="18">د دې په علاقه کښې، يزرعيل، کسولوت، شونيم،</verse>
				<verse number="19">حفارئيم، شِيون، اناخرات،</verse>
				<verse number="20">ربيت، قِسيون، ابِض،</verse>
				<verse number="21">ريمت، عين‌جنيم، عين‌حده او بيت‌فصيص شامل وُو.</verse>
				<verse number="22">دا سرحد د تبور، شخصومه او بيت‌شمس سره هم لګېدو او د اُردن سره ختم وو. په دې کښې شپاړس ښارونه شامل وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو.</verse>
				<verse number="23">دا ښارونه او کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د يساکار قبيلې ته مِلاو شُو چې د هغوئ ميراث شى.</verse>
				<verse number="24">په پينځم ځل پچه د آشر قبيلې د کورَنو راووتله.</verse>
				<verse number="25">په دې کښې د حلقت، حلى، بطن، اکشاف،</verse>
				<verse number="26">المُلک، عماد او مِسال علاقې شاملې وې. په نمرپرېواتۀ طرف باندې دا د کرمل او د سيحور لِبنات سره لګېدو.</verse>
				<verse number="27">چرته چې دا نمرخاتۀ طرف ته تاو وو، نو د دې سرحد بيت‌دجون ته تلے وو او د بيت‌عميق او نعى‌اېل د شمال په لاره دا زبولون او د اِفتاح‌اېل وادۍ سره لګېدلو. دا په شمال کښې کابول ته روان وو،</verse>
				<verse number="28">عبرون، رِحوب، حمون، قاناه او تر صيدا پورې تلے وو.</verse>
				<verse number="29">سرحد بيا د راما طرف ته تاو وو او د پَخو دېوالونو ښار صور ته رسېدلے وو، بيا دا حوسه ته تاو وو او د مديترانى سمندر سره ختم وو. په دې کښې مهلاب، اکزيب،</verse>
				<verse number="30">عُمه، افيق او رِحوب شامل وُو، دا دوويشت ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو.</verse>
				<verse number="31">دا ښارونه او د دې کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د آشر قبيلې کورَنو ته مِلاو شو چې خپل ميراث يې شى.</verse>
				<verse number="32">په شپږم ځل پچه د نفتالى قبيلې د کورَنو راووتله.</verse>
				<verse number="33">د دې سرحد د حلف نه د ضعننيم د څېړۍ ونې ته تلے وو، دا ادامى‌نقب او يبنى‌اېل ته تر لقُوم پورې روان وو او دا د اُردن سره ختم وو.</verse>
				<verse number="34">دا سرحد هلته نمرپرېواتۀ طرف ته ازنوت تبور ته تاو وو او د هلته نه حُقوق ته تاو وو او په جنوب کښې د زبولون سره، نمرپرېواتۀ طرف ته د آشر سره او نمرخاتۀ طرف ته د اُردن سره لګېدو.</verse>
				<verse number="35">د پَخو دېوالونو ښارونه دا وُو، صديم، صير، حمات، رقت، کنرت،</verse>
				<verse number="36">ادامه، راما، حصور،</verse>
				<verse number="37">قادِس، ادرعى، عين‌حصور،</verse>
				<verse number="38">ارون، مجدل‌اېل، حُريم، بيت‌عنات او بيت‌شمس، دا نولس ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو.</verse>
				<verse number="39">دا ښارونه او د دې کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د نفتالى قبيلې کورَنو ته مِلاو شوى وُو چې د هغوئ ميراث شى.</verse>
				<verse number="40">په اوؤم ځل پچه د دان قبيلې د کورَنو راووتله.</verse>
				<verse number="41">په هغې کښې دا علاقې شاملې وې، صُرعا، اِستال، عيرشمس،</verse>
				<verse number="42">شعلبين، ايالون، اِتلاه،</verse>
				<verse number="43">ايلون، تمنت، عقرون،</verse>
				<verse number="44">التِقيه، جبتون، بعلات،</verse>
				<verse number="45">يهود، بنى‌برق، جات رِمون،</verse>
				<verse number="46">مےيرقون، رقون او داسې د يافا نه ګېرچاپېره علاقه هم.</verse>
				<verse number="47">کله چې د دان د خلقو نه زمکه لاړه، نو هغوئ لشم ته لاړل او حمله يې پرې وکړه. هغه يې قبضه کړو، د دې خلق يې ووژل او په مُلک باندې يې خپله دعوىٰ وکړه. هغوئ هلته اوسېدل او د هغه ښار نوم يې د لشم نه دان ته بدل کړو، يعنې د خپل پلار نيکۀ نوم دان يې ورباندې کېښودو.</verse>
				<verse number="48">دا ښارونه او د دې کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د دان قبيلې کورَنو ته مِلاو شوى وُو چې خپل ميراث يې شى.</verse>
				<verse number="49">کله چې بنى اِسرائيلو د زمکې تقسيمول ختم کړل، نو هغوئ د نون زوئ يشوَع له د زمکې يوه حِصه ورکړه چې د هغۀ خپل ميراث شى.</verse>
				<verse number="50">لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو، هغوئ يشوَع له هغه ښار ورکړو چې کوم يې غوښتے وو، يعنې د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې د تمنت‌سِرح ښار هغۀ بيا جوړ کړو او هغه په کښې اوسېدو.</verse>
				<verse number="51">اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع، د بنى اِسرائيلو د کورَنو مشرانو د زمکې دا برخې د پچې په ذريعه حواله کړې او په سيلا کښې يې د مالِک خُدائ سره د مشورې په مطابق د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې داسې وکړل، نو په دې طريقه هغوئ د زمکې تقسيمول ختم کړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">نو مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل</verse>
				<verse number="2">چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، د پناه دپاره ښارونه خوښ کړئ لکه څنګه چې ما موسىٰ له حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="3">کله چې څوک په غلطۍ سره يو کس ووژنى نو هغه کس هغه ځائ ته تښتېدے شى چې د بدل اخستونکو نه په امان کښې وى.</verse>
				<verse number="4">نو هغه کس دې د دې ښارونو نه يو ښار ته وتښتى او د ښار د دروازې سره د جرګې ځائ ته دې لاړ شى او چې څۀ شوى وُو نو هغه دې مشرانو ته بيان کړى. نو بيا به هغه کس له اجازت ورکړى چې ښار ته ورننوځى او د اوسېدو دپاره به يو ځائ ورکړى، نو هغه به هلته اوسيږى.</verse>
				<verse number="5">کۀ هغه کس هلته هم ورپسې لاړ شى چې کوم بدل اخستل غواړى، نو د هغه ښار خلق دې هغوئ هيڅکله هغۀ ته نۀ حواله کوى. د ښار خلق به يې خامخا بچ کوى ځکه هغۀ به قصداً نۀ بلکې په غلطۍ سره کس وژلے وى.</verse>
				<verse number="6">هغه به تر هغې پورې په هغه ښار کښې ايسار وى چې تر کومې پورې هغه مشر اِمام ژوندے وى او د هغۀ سره عوامى عدالت وشى. بيا دې هغه په خپل ښار کښې کور ته واپس لاړ شى، د کوم نه چې هغه راتښتېدلے وى.“</verse>
				<verse number="7">نو هغوئ د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د نفتالى غرونو په مُلک کښې د ګليل قادِس خوښ کړو، د اِفرائيم غرونو په مُلک کښې شِکم، او د يهوداه غرونو په مُلک کښې يې حبرون خوښ کړو.</verse>
				<verse number="8">هغوئ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د يريحو نمرخاتۀ طرف ته د صحرا په اوچت ځائ باندې او د روبين په علاقه کښې بصر خوښ کړو، د جاد په علاقه جِلعاد کښې رامات، د منسى په علاقه کښې او په بسن کښې يې جولان خوښ کړو.</verse>
				<verse number="9">دا د ټولو بنى اِسرائيلو او د پردى مُلک هغه ټولو مسافرو دپاره د پناه ښارونه وُو کوم مسافر چې د هغوئ سره اوسېدل. هر چا به چې هم په غلطۍ سره يو کس وژلے وو نو هغۀ ته به د هغه کس نه په هغه ښارونو کښې پناه مِلاوېده چا به چې بدل اخستل غوښتل، چې ترڅو پورې په هغۀ باندې په عوامى عدالت کښې فېصله نۀ وه شوې نو هيڅ څوک به نۀ شول وژلے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">د ليوى قبيلې د کورَنو مشران اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو له لاړل.</verse>
				<verse number="2">هلته د کنعان په مُلک سيلا کښې مشرانو هغوئ ته ووئيل، ”مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے دے چې مونږ له به د اوسېدو دپاره ښارونه راکولے شى او داسې د دې نه ګېرچاپېره زمونږ د څاروو دپاره به د څرن زمکه راکولے شى.“</verse>
				<verse number="3">نو د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق بنى اِسرائيلو د خپلو علاقو نه ليويانو له خاص ښارونه او د څرن زمکې ورکړې.</verse>
				<verse number="4">وړومبى ښارونه د ليوى خاندان د قُهات قبيلو ته حواله کړے شول. هغه خاندان کوم چې د هارون اِمام اولاد وُو هغوئ ته د يهوداه، شمعون او بنيامين د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول.</verse>
				<verse number="5">د قُهات باقى پاتې قبيلې ته د اِفرائيم، دان او نمرپرېواتۀ طرف ته منسى د علاقو نه لس ښارونه حواله کړے شول.</verse>
				<verse number="6">د جيرسون قبيلې ته د يساکار، آشر، نفتالى او نمرخاتۀ طرف ته منسى د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول.</verse>
				<verse number="7">د مرارى قبيلې کورَنو ته د روبين، جاد او زبولون علاقو نه دولس ښارونه حواله کړے شول.</verse>
				<verse number="8">بنى اِسرائيلو د پچې په ذريعه دا ښارونه او د دې د څرن زمکې ليويانو ته حواله کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="9">دا د هغه ښارونو نومونه دى کوم چې د يهوداه او شمعون د علاقو نه ورکړے شوى وُو،</verse>
				<verse number="10">دا د هارون اولاد له ورکړے شوى وُو چې هغوئ د قُهات قبيله وه، چې هغوئ د ليويانو اولاد وو، ځکه چې اول هغوئ ته علاقه حواله کولے شوه.</verse>
				<verse number="11">هغوئ له د قِريَت‌اربع ښار ورکړے شو (اربع د عناق پلار وو)، اربع اوس حبرون بللے شى، دا د يهوداه د غرونو په مُلک کښې دے، د دې سره د دې نه ګېرچاپېره د څرن زمکه هم ورکړے شوه.</verse>
				<verse number="12">خو د هغه ښار پټى او نزدې کلى د مخکښې نه د يفُنه زوئ کالب له په ميراث کښې ورکړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="13">دا ښارونه سره د څرن د زمکې د هارون اِمام اولاد ته حواله شوى وُو، حبرون کوم چې د پناه ښار وو، او لِبناه،</verse>
				<verse number="14">يتير، استموع،</verse>
				<verse number="15">حولون، دبير،</verse>
				<verse number="16">عين، يُوطه او بيت‌شمس، چې د دې سره د څرن زمکې هم وې، نهۀ ښارونه د يهوداه او شمعون دواړو قبيلو نه ورته حواله کړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="17">د بنيامين د علاقې نه هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، جبعون، جبعه،</verse>
				<verse number="18">عنتوت او د علمون ښارونه، چې د دې سره د څرن زمکې هم وې.</verse>
				<verse number="19">ټول ديارلس ښارونه، سره د څرن د زمکې د هارون اولاد اِمامانو له ورکړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="20">د ليوى قبيلې د قُهات قبيلې نورو کورَنو ته د اِفرائيم د علاقې نه څۀ ښارونه حواله کړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="21">هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، شِکم او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د دې د څرن زمکه (شِکم د پناه يو ښار وو)، جزر،</verse>
				<verse number="22">قِبضيم او د بيت‌حورون ښارونه، چې د څرن زمکې د دې سره وې.</verse>
				<verse number="23">د دان د علاقې نه هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، التِقيه، جبتون،</verse>
				<verse number="24">ايالون او جات رِمون، چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
				<verse number="25">د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى د علاقې نه هغوئ له دوه ښارونه ورکړے شوى وُو، تعنک او جات رِمون، چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
				<verse number="26">د قُهات قبيلې کورَنو ته ټول لس ښارونه مِلاو شول، چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
				<verse number="27">د ليوى قوم يوې بلې قبيلې جيرسون ته د نمرخاتۀ په طرف منسى د علاقې نه دوه ښارونه مِلاو شول يعنې په بسن کښې جولان، چې د پناه يو ښار وو او بعستراه، چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
				<verse number="28">د يساکار د علاقې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، قِسيون، دبرت،</verse>
				<verse number="29">يرموت او عين‌جنيم، چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
				<verse number="30">د آشر د علاقې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، مِسال، عبدون،</verse>
				<verse number="31">حلقت او رِحوب چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
				<verse number="32">د نفتالى د علاقې نه هغوئ ته درې ښارونه مِلاو شول، په ګليل کښې قادِس، چې د پناه يو ښار وو او د څرن زمکې ورسره وې، حمات دور او قرتان چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
				<verse number="33">د جيرسون قبيلې مختلفو کورَنو ته ټول ديارلس ښارونه مِلاو شول چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
				<verse number="34">د ليوى قبيلې د مرارى پاتې قبيلې ته د زبولون علاقې نه څلور ښارونه مِلاو شول، يقنِعام، قرتاه،</verse>
				<verse number="35">دِمنه او نحلال چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
				<verse number="36">د روبين علاقې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، بصر، يهض،</verse>
				<verse number="37">قديمات او مفعت چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
				<verse number="38">د جاد قبيلې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، په جِلعاد کښې رامات، چې د پناه يو ښار وو، چې د څرن زمکې ورسره وې، محنايم،</verse>
				<verse number="39">حسبون او يعزير چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
				<verse number="40">نو د مرارى قبيلې ته ټول دولس ښارونه حواله شوى وُو.</verse>
				<verse number="41">د بنى اِسرائيلو د خپل مُلک نه ټول اتۀ څلوېښت ښارونه ليويانو له ورکړے شوى وُو چې د هغې نه ګېرچاپېره د څرن زمکې وې.</verse>
				<verse number="42"></verse>
				<verse number="43">نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له هغه ټول مُلک ورکړو د کوم يې چې د هغوئ پلار نيکۀ سره د ورکولو لوظ کړے وو. کله چې بنى اِسرائيلو دا مُلک قبضه کړو، نو هغوئ هلته په هغه مُلک کښې دېره شول.</verse>
				<verse number="44">مالِک خُدائ هغوئ له هم هغه شان د هر طرف نه امن ورکړے وو، لکه څنګه چې هغۀ د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے وو. د هغوئ يو دشمن هم د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له په ټولو دشمنانو باندې فتح ورکړې وه.</verse>
				<verse number="45">مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو سره څومره وعدې کړې وې نو په هغې کښې يوه هم نۀ وه ناکامه شوې او ټولې يې پوره کړې وې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">بيا يشوَع د روبين، جاد او د نمرخاتۀ طرف منسى قبيلې خلق راغونډ کړل.</verse>
				<verse number="2">او يشوَع ورته وفرمائيل، ”تاسو هغه هر څۀ کړى دى چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د څۀ کولو حُکم درکړے دے او تاسو زما ټول حُکمونه منلى دى.</verse>
				<verse number="3">په دې ټولو وختونو کښې تاسو يو ځلې هم د خپلو بنى اِسرائيلو سره بې‌وفائى نۀ ده کړې. تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک حُکم ښۀ منلے دے.</verse>
				<verse number="4">نو چې څنګه هغۀ وعده کړې ده، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو خپلو بنى اِسرائيلو له آرام درکړے دے. نو په هغه مُلک کښې واپس خپلو کورونو ته لاړ شئ، کوم مُلک چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دے، هغه مُلک چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ درکړے دے.</verse>
				<verse number="5">خيال کوئ چې هغه قانون پوره ومنئ چې موسىٰ د هغې حُکم درکړے دے يعنې د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ حُکمونه منئ، د هغۀ وفادار اوسئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت کوئ.“</verse>
				<verse number="6">يشوَع د خپل برکت سره او د دې خبرو سره هغوئ واپس خپلو کورونو ته ولېږل، ”تاسو خپلو کورونو ته ډېر مالداره واپس روان يئ او ډېر څاروى، سپين زر، سرۀ زر، زېړ، اوسپنه او ډېرې جامې درسره دى. تاسو چې د خپلو دشمنانو نه څۀ اخستى دى نو د هغې نه د خپلو قبيلو خلقو له حِصه ورکړئ.“ او هغوئ کورونو ته لاړل. موسىٰ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته زمکه د منسى نيمې قبيلې له ورکړې وه، خو يشوَع د منسى باقى نيمې قبيلې له د نورو قبيلو سره د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته زمکه ورکړه.</verse>
				<verse number="7"></verse>
				<verse number="8"></verse>
				<verse number="9">د روبين، جاد او نمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلو خلق واپس خپلو کورونو ته لاړل. هغوئ پاتې بنى اِسرائيل د کنعان په مُلک سيلا کښې پرېښودل او خپل مُلک جِلعاد ته يې سفر شروع کړو، دا مُلک هغوئ د هغه حُکم په مطابق نيولے وو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه کړے وو.</verse>
				<verse number="10">خو په کوم وخت کښې چې هغوئ لا په کنعان کښې وُو او چې کله هغوئ د اُردن سره نزدې جليلوت نومې ځائ ته راغلل، نو د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې سړى هلته د دې دپاره ايسار شول چې يوه لويه او د شان و شوکت والا قربان‌ګاه جوړه کړى.</verse>
				<verse number="11">باقى بنى اِسرائيلو ته ووئيلے شول چې، ”واورئ، د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې کنعان مُلک ته ننوتلو په ځائ کښې، زمونږ په طرف باندې د اُردن سيند سره يوه قربان‌ګاه جوړه کړې ده.“</verse>
				<verse number="12">کله چې بنى اِسرائيل د دې نه خبر شول، نو د سيلا سره ټول قوم د دې دپاره راغونډ شو چې د نمرخاتۀ طرف ته قبيلو خِلاف جنګ وکړى.</verse>
				<verse number="13">نو بنى اِسرائيلو د اِلى‌عزر اِمام زوئ فينحاس د جِلعاد په مُلک کښې د روبين، جاد او د نمرخاتۀ طرف منسى قبيلې خلقو له ولېږلو.</verse>
				<verse number="14">بيا لس مشران د فينحاس سره لاړل، چې هر يو د بنى اِسرائيلې قبيلې مشر وو او هر يو په قبيلو کښې د کورَنو مشر وو.</verse>
				<verse number="15">هغوئ په جِلعاد کښې د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې خلقو له راغلل او ورته يې ووئيل چې،</verse>
				<verse number="16">”د مالِک خُدائ ټول قوم تپوس کوى چې تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِلاف دا عمل ولې کړے دے؟ چې دا قربان‌ګاه تاسو د ځان دپاره جوړه کړې ده نو د مالِک خُدائ خِلاف مو بغاوت کړے دے او تاسو د هغۀ په لاره نۀ يئ روان.</verse>
				<verse number="17">په فعور کښې زمونږ هغه ګناه درته ياده ده څۀ، چې په کوم وخت کښې مالِک خُدائ په خلقو وبا راوستله؟ مونږ د هغې په وجه تر اوسه پورې په تکليف کښې يُو. ولې هغه ګناه کافى نۀ وه څۀ؟</verse>
				<verse number="18">تاسو اوس د هغۀ په لاره د تلو نه اِنکار کوئ څۀ؟ کۀ تاسو نن د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى وکړه، نو سبا به هغه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته په قهر وى.</verse>
				<verse number="19">نو بيا، کۀ ستاسو مُلک د عبادت دپاره ښۀ نۀ وى، نو د مالِک خُدائ مُلک ته ورننوځئ، چرته چې د هغۀ مقدسه خېمه ده. زمونږ په مينځ کښې په څۀ زمکه باندې دعوىٰ وکړئ. خو د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى مۀ کوئ او نۀ چې مونږ سرکشه کړئ چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک د قربان‌ګاه نه علاوه يوه قربان‌ګاه جوړه کړُو.</verse>
				<verse number="20">هغه راپه ياد کړئ چې د زارح زوئ عکن د هغه څيزونو سره خيانت وکړو چې د هغې تباهى ضرورى وه، د دې په وجه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته سزا مِلاو شوه. د عکن د ګناه په وجه نور کسان هم مړۀ شوى وُو.“</verse>
				<verse number="21">د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلو خلقو د نمرپرېواتۀ طرف ته قبيلو د کورَنو مشرانو ته په جواب کښې ووئيل،</verse>
				<verse number="22">”خُدائ پاک طاقتور دے. هغه مالِک خُدائ دے. خُدائ پاک طاقتور دے. هغه مالِک خُدائ دے. هغۀ ته پته ده چې مونږ داسې ولې وکړل او مونږ غواړُو چې تاسو ته هم پته ولګى. کۀ مونږ سرکشى وکړه او په مالِک خُدائ باندې مو ايمان ونۀ لرلو، نو مونږ نور ژوندى مۀ پرېږدئ.</verse>
				<verse number="23">کۀ مونږ د مالِک خُدائ نافرمانى وکړه او د دې دپاره مو خپله قربان‌ګاه جوړه کړه چې په دې باندې نذرانې وسوزوو او يا يې د غلې نذرانې او سلامتۍ نذرانې دپاره استعمال کړُو، نو مالِک خُدائ دې په خپله مونږ له سزا راکړى.</verse>
				<verse number="24">مونږ داسې ځکه وکړل چې په راتلونکى وختونو کښې ستاسو اولاد زمونږ اولاد ته ونۀ وائى چې ستاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره هيڅ کار نشته.</verse>
				<verse number="25">هغۀ زمونږ او ستاسو يعنې د روبين او جاد خلقو په مينځ کښې د اُردن د حد پوله جوړه کړه. ستاسو د مالِک خُدائ سره هيڅ کار نشته. نو بيا کېدے شى چې ستاسو اولاد زمونږ اولاد د مالِک خُدائ د عبادت نه منع کړى.</verse>
				<verse number="26">نو مونږ قربان‌ګاه د نذرانو سوزولو او پېش کولو دپاره نۀ ده جوړه کړې،</verse>
				<verse number="27">بلکې د دې دپاره مو جوړه کړه چې دا زمونږ او ستاسو او زمونږ نه پس د نسلونو دپاره يو يادګار وى، چې مونږ بې‌شکه د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې د هغۀ عبادت کوُو او هغۀ ته خپلې نذرانې وسوزوو او قربانۍ او د سلامتۍ نذرانې پېش کوُو. نو داسې ستاسو اولاد به دا خبره نۀ کوى چې د مالِک خُدائ سره زمونږ هيڅ کار نشته.</verse>
				<verse number="28">زمونږ خيال دا وو، کۀ چرې داسې وشول، نو زمونږ اولاد به وائى چې ګورئ، زمونږ پلار نيکۀ هم هغه شان قربان‌ګاه جوړه کړې ده لکه څنګه چې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه ده، دا د سوزېدونکو نذرانو او قربانو دپاره نۀ ده بلکې دا زمونږ او ستاسو د خلقو دپاره يو يادګار دے.</verse>
				<verse number="29">مونږ به بېخى د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى نۀ کوُو او نۀ به د هغۀ نه اوړو چې د نذرانو د سوزېدو او غلې او د قربانو پېش کولو دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړُو. کومه قربان‌ګاه چې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د حضور خېمې په مخکښې ولاړه ده نو صرف هغه به د دې دپاره استعمالولے شى.“</verse>
				<verse number="30">فينحاس اِمام او د قوم هغه لس مشران سړى کوم چې د هغۀ سره وُو، د نمرپرېواتۀ طرف ته د قبيلو د کورَنو مشران د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې د خبرو نه خبر شول، نو هغوئ خوشحاله شول.</verse>
				<verse number="31">د اِلى‌عزر اِمام زوئ فينحاس هغوئ ته ووئيل، ”اوس مونږ ته پته ده چې مالِک خُدائ زمونږ مل دے. تاسو د هغۀ خِلاف سرکشى ونۀ کړه، نو داسې تاسو بنى اِسرائيل د مالِک خُدائ د سزا نه بچ کړل.“</verse>
				<verse number="32">بيا فينحاس او مشران د جِلعاد په مُلک کښې د روبين او جاد د خلقو نه روان شول او واپس په کنعان کښې د بنى اِسرائيلو خلقو له لاړل او هغوئ يې خبر کړل.</verse>
				<verse number="33">بنى اِسرائيل خوشحاله وُو او د خُدائ پاک ثناء صِفت يې کولو. هغوئ جنګ له د تلو او هغه خبرې پرېښودې چې هغه مُلک به تباه کړُو چرته چې د روبين او جاد خلق اوسيږى.</verse>
				<verse number="34">د روبين او جاد خلقو ووئيل، ”دا قربان‌ګاه زمونږ ټولو دپاره يو يادګار دے چې مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے.“ نو هغوئ په دې باندې ”يادګار“ نوم کېښودو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">ډېره موده وروستو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له د هغوئ ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړو. په هغه وخت کښې يشوَع ډېر بوډا وو،</verse>
				<verse number="2">نو هغۀ ټول بنى اِسرائيل، مشران، مالِکان، قاضيان او د خلقو آفسران راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”زۀ اوس ډېر بوډا شوے يم.</verse>
				<verse number="3">تاسو هغه هر څۀ ليدلى دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې ټولو قومونو سره ستاسو دپاره کړى دى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره جنګ کوى.</verse>
				<verse number="4">ما ستاسو قبيلو ته د هغه قومونو مُلک حواله کړے دے چې خپل ميراث يې شى کومو قومونو چې شکست نۀ دے خوړلے او ورسره د هغه ټولو قومونو چې ما د مخکښې نه فتح کړى دى، چې هغوئ د نمرخاتۀ طرف ته د اُردن سيند نه واخله د نمرپرېواتۀ طرف ته د مديترانى سمندر پورې دى.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه پاتې شوى قومونه ستاسو نه په شا کړى او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ. د هغوئ مُلک به ستاسو شى، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="6">نو پام کوئ چې هغه هر څۀ ومنئ او هغه هر څۀ وکړئ کوم چې د موسىٰ د شريعت په کِتاب کښې ليکلے شوى دى او د هغې نه يو طرف ته هم مۀ اوړئ.</verse>
				<verse number="7">نو بيا به تاسو د هغه خلقو سره کار نۀ لرئ کوم چې ستاسو سره پاتې وى، نۀ به د هغوئ د معبودانو نومونه په ژبه راولئ، او نۀ به دا نومونه د قسم دپاره استعمالوئ، نۀ به د هغه معبودانو عبادت کوئ او نۀ به ورته سجده لګوئ.</verse>
				<verse number="8">د دې په ځائ، د مالِک خُدائ هم هغه شان وفادار اوسئ، لکه څنګه چې تر اوسه پورې وفادار يئ.</verse>
				<verse number="9">چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو مالِک خُدائ لوئ لوئ او تکړه قومونه شړلى دى او تر اوسه پورې څوک د دې قابل نۀ دى چې ستاسو خِلاف ودريږى.</verse>
				<verse number="10">ستاسو هر يو کس زر سړو له منډه ورکولے شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="11">نو بيا کوشش کوئ چې د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه وکړئ.</verse>
				<verse number="12">کۀ تاسو بې‌وفا شئ او د هغه قومونو سره اِتحاد وکړئ کوم قومونه چې تر اوسه پورې ستاسو سره پاتې دى او د هغوئ سره ودونه وکړئ،</verse>
				<verse number="13">نو تاسو يقين وکړئ چې کله تاسو مخ په وړاندې ځئ نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به نور هغه قومونه ونۀ شړى. او هغوئ به ستاسو دپاره د دام يا د کندې په شان خطرناک وى او د کوړې په شان به داسې دردناک وى لکه چې ستاسو ملا ورباندې ووهلے شى او يا چې ازغى ستاسو سترګې ړندې کړى. او دا به په هغه وخت ختم شى چې ستاسو يو کس هم په دې ښائسته مُلک کښې پاتې نۀ شى هغه مُلک چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے دے.</verse>
				<verse number="14">اوس زما د مرګ وخت نزدې دے او تاسو هر يو کس د زړۀ د کومې نه خبر يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې هره يوه وعده کړې ده نو هغه يې پوره کړې ده، داسې يوه وعده هم نشته چې پوره شوې نۀ وى.</verse>
				<verse number="15">خو لکه څنګه چې هغۀ کومه وعده کړې ده او هره يوه يې پوره کړې ده، نو داسې کۀ تاسو د هغۀ نافرمانى وکړئ نو خُدائ پاک به هغه افتونه هم راولى. تاسو به تباه کړى او د هغه ښۀ مُلک نه به مو ورک کړى کوم ښۀ مُلک چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے وو.</verse>
				<verse number="16">کۀ تاسو هغه لوظ مات کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغې سر ته رسولو حُکم درکړے دے او تاسو د نورو معبودانو خِدمت او عبادت وکړئ، نو بيا به هغه په خپله غصه کښې تاسو له سزا درکړى، نو ډېر زر به ستاسو يو کس هم په دې ښۀ مُلک کښې پاتې نۀ شى چې کوم هغۀ درکړے دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">يشوَع په شِکم کښې د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې راغونډې کړې. هغۀ مالِکان، مشران، قاضيان او د بنى اِسرائيلو آفسران راوغوښتل او هغوئ د خُدائ پاک حضور ته راغلل.</verse>
				<verse number="2">يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، ډېر وخت مخکښې، ستاسو پلار نيکۀ، سره د اِبراهيم او نحور د پلار تارح، د فرات سيند نه اخوا اوسېدل او هغوئ د نورو معبودانو عبادت کولو.</verse>
				<verse number="3">بيا ما ستاسو پلار نيکۀ اِبراهيم د فرات سيند نه اخوا مُلک نه روان کړو او د کنعان په ټول مُلک کښې مې وګرځولو. ما هغۀ له ډېر اولاد ورکړو. ما هغۀ له اِسحاق ورکړو،</verse>
				<verse number="4">او اِسحاق له مې يعقوب او عِيسو ورکړل. ما عِيسو له د ادوم د غرونو مُلک ورکړو چې خپل ميراث يې شى، خو ستاسو پلار نيکۀ يعقوب او د هغۀ بچى لاندې مِصر ته لاړل.</verse>
				<verse number="5">ما بيا موسىٰ او هارون ولېږل او په مِصر باندې مې لوئ افتونه راوستل او د هغې نه پس ما تاسو راوويستلئ.</verse>
				<verse number="6">ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل او مِصريان د جنګى ګاډو او په آسونو سوارو کسانو سره په هغوئ پسې وُو. خو کله چې ستاسو پلار نيکۀ بحرِقُلزم ته ورسېدل</verse>
				<verse number="7">نو هغوئ ما ته د مدد دپاره فرياد وکړو او ما د هغوئ او د مِصريانو په مينځ کښې تيارۀ راوستله. ما مِصريان په سمندر لاهُو کړل او هغوئ مې ورډُوب کړل. تاسو په خپلو سترګو وليدل چې ما په مِصر څۀ کړى دى. تاسو تر ډېره وخته پورې په هغه بيابان کښې اوسېدئ.</verse>
				<verse number="8">بيا ما تاسو د اموريانو مُلک ته راوستلئ، کوم چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته اوسېدل. هغوئ ستاسو سره جنګ وکړو، خو ما تاسو له په هغوئ باندې فتح درکړه. تاسو د هغوئ مُلک قبضه کړو او چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو هغوئ مو تباه کول.</verse>
				<verse number="9">بيا د موآب بادشاه صفور زوئ بلق ستاسو خِلاف جنګ وکړو. هغۀ د بعور زوئ بلعام راوغوښتو او ورته يې ووئيل چې په تاسو لعنت ووائى.</verse>
				<verse number="10">خو ما بلعام ته غوږ نۀ نيولو، نو ځکه هغۀ تاسو له برکت درکړو، او داسې ما تاسو د بلق نه بچ کړئ.</verse>
				<verse number="11">تاسو د اُردن نه پورې وتئ او يريحو ته راغلئ. د يريحو سړو ستاسو خِلاف جنګ وکړو، هم هغه شان چې څنګه اموريانو، فرزيانو، کنعانيانو، حِتيانو، جرجاسيانو، حِويانو او يبوسيانو کړى وُو. خو ما تاسو له په هغه ټولو باندې فتح درکړه.</verse>
				<verse number="12">چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو ما هغوئ د دې دپاره په وارخطايۍ آخته کړل چې هغه دوه امورى بادشاهان وشړم، دا کار ستاسو د تُورو او ليندو په ذريعه نۀ وو شوے.</verse>
				<verse number="13">ما تاسو له يو داسې زمکه درکړه چې تاسو هيڅکله کَرلې نۀ وه او داسې ښارونه مې درکړل چې تاسو جوړ کړى نۀ وُو. اوس تاسو هلته اوسېږئ او د هغه باغونو نه انګور خورئ چې تاسو کَرلى نۀ دى او د هغه ونو نه د زيتُونو مېوه خورئ چې تاسو کَرلى نۀ دى.“</verse>
				<verse number="14">نو يشوَع فرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ نه يرېږئ او په اخلاص او ايماندارۍ سره د هغۀ خِدمت وکړئ. او د هغه معبودانو نه ځان خلاص کړئ چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه او مِصر کښې د هغوئ عبادت کولو او صِرف د مالِک خُدائ خِدمت کوئ.</verse>
				<verse number="15">کۀ ستاسو زړۀ نۀ کيږى چې د هغۀ خِدمت وکړئ، نو نن دا فېصله وکړئ چې د چا خِدمت به کوئ، د هغه معبودانو چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه کښې د هغوئ عبادت کولو يا د اموريانو د معبودانو، چې د چا په مُلک کښې تاسو اوس اوسېږئ. خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“</verse>
				<verse number="16">خلقو ورته په جواب کښې ووئيل، ”مونږ به هيڅکله مالِک خُدائ نۀ پرېږدو چې د نورو معبودانو عبادت وکړُو.</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ او مونږ په مِصر کښې د غلامۍ نه راوويستلو او چې هغۀ کومې معجزې کولې نو هغه مو وليدلې. چې مونږ د هر يو قوم نه هم تېرېدو او هر ځائ له هم تلو نو هغۀ مونږ په حِفاظت کښې ساتلو.</verse>
				<verse number="18">کله چې مونږ دې مُلک ته مخ په وړاندې تلو، نو مالِک خُدائ هغه ټول اموريان وشړل کوم چې دلته اوسېدل. نو ځکه مونږ به هم د مالِک خُدائ خِدمت کوُو، هغه زمونږ خُدائ پاک دے.“</verse>
				<verse number="19">يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”خو کېدے شى چې تاسو د دې قابل نۀ شئ چې د مالِک خُدائ خِدمت وکړئ. هغه يو مقدس او غيرتى خُدائ پاک دے او هغه به ستاسو ګناهونه نۀ معاف کوى،</verse>
				<verse number="20">او کۀ تاسو هغه پرېږدئ او د پردو معبودانو خِدمت وکړئ، نو هغه به ستاسو خِلاف شى او تاسو له به سزا درکړى. هغه به تاسو تباه کړى، اګر چې هغه ستاسو سره مخکښې ښۀ هم وو.“</verse>
				<verse number="21">نو خلقو يشوَع ته ووئيل، ”نه، مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“</verse>
				<verse number="22">يشوَع هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو په خپله د دې حقيقت ګواهان يئ چې تاسو د مالِک خُدائ خِدمت خوښ کړے دے.“ هغوئ ووئيل، ”آو، مونږ د دې خبرې ګواهان يُو.“</verse>
				<verse number="23">نو يشوَع ورته وفرمائيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى نو د هغې نه ځان خلاص کړئ، نو داسې به تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره وفادار اوسئ.“</verse>
				<verse number="24">بيا خلقو يشوَع ته ووئيل، ”مونږ به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خِدمت کوُو. مونږ به د هغۀ حُکمونه منو.“</verse>
				<verse number="25">نو په هغه ورځ يشوَع د خلقو سره يو لوظ وکړو او هلته په شِکم کښې هغۀ ورته قانون او اصُول وښودل.</verse>
				<verse number="26">يشوَع دا حُکمونه د خُدائ پاک د شريعت په کِتاب کښې وليکل. بيا هغۀ يو لوئ کاڼے واخستلو او د مالِک خُدائ په مقدس ځائ کښې يې د څېړۍ د ونې لاندې ودرولو.</verse>
				<verse number="27">هغۀ ټولو خلقو ته وفرمائيل، ”دا کاڼے به زمونږ ګواه وى. دې کاڼى هغه ټولې خبرې اورېدلې دى کومې چې مالِک خُدائ مونږ سره کړې دى. نو دا به ستاسو خِلاف يو ګواه وى، چې د خُدائ پاک خِلاف د سرکشۍ نه مو وساتى.“</verse>
				<verse number="28">بيا يشوَع خلق ولېږل او هغوئ ټول د هغه مُلک خپلې برخې ته راواپس شول.</verse>
				<verse number="29">د هغې نه پس، د مالِک خُدائ خِدمتګار د نون زوئ يشوَع د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې وفات شو.</verse>
				<verse number="30">هغوئ هغه د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د تمنت‌سِره سره په خپله زمکه کښې ښخ کړو چې دا مُلک د جعس غر شمالى طرف ته دے.</verse>
				<verse number="31">ترڅو پورې چې يشوَع ژوندے وو، نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِدمت کولو او د هغۀ د مرګ نه پس هغوئ تر هغې پورې هم دغه شان کول چې هغه مشران ژوندى وُو چې کومو مشرانو په خپله هغه هر څۀ وليدل چې مالِک خُدائ څۀ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو.</verse>
				<verse number="32">بنى اِسرائيلو چې د مِصر نه د يوسف کوم هډُوکى راوړى وُو نو هغوئ هغه د شِکم په هغه زمکه کښې ښخ کړل کومه چې يعقوب د شِکم د پلار د همور د زامنو نه د سپينو زرو په سلو سيکو باندې اخستې وه. دا هغه زمکه وه چې د يوسف د اولاد په ذريعه ميراث شوې وه.</verse>
				<verse number="33">د هارون زوئ اِلى‌عزر مړ شو او په جبعه کښې ښخ شو، دا هغه ښار وو چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې وو او چې د هغۀ زوئ فينحاس له ورکړے شوے وو.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="7">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د يشوَع د مرګ نه پس بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زمونږ کومې قبيلې وړومبے لاړې شى چې په کنعانيانو حمله وکړى؟“</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”د يهوداه قبيله دې وړومبے لاړه شى. زۀ هغه مُلک د هغوئ په حواله کوم.“</verse>
				<verse number="3">د يهوداه خلقو د شمعون قبيلې يعنې خپلو رشته‌دارو ته ووئيل، ”مونږ سره هغه علاقې ته لاړ شئ چې مونږ له راکړے شوې ده او مونږ به په شريکه د کنعانيانو سره جنګ وکړُو. بيا به مونږ ستاسو سره هغه علاقې ته لاړ شو کومه چې تاسو له درکړے شوې ده.“ نو د شمعون قبيله</verse>
				<verse number="4">او د يهوداه قبيله په شريکه جنګ له لاړل. مالِک خُدائ هغوئ له په کنعانيانو او فرزيانو فتح ورکړه او هغوئ د بزق په ښار کښې لسو زرو سړو له شکست ورکړو.</verse>
				<verse number="5">هغوئ ادونى‌بزق هلته وموندلو او د هغۀ سره يې جنګ وکړو.</verse>
				<verse number="6">ادونى‌بزق وتښتېدو، خو هغوئ ورپسې وُو او وې نيولو او د لاسونو او پښو مټې ګوتې يې ترې نه پرې کړې.</verse>
				<verse number="7">ادونى‌بزق ووئيل، ”اويا داسې بادشاهانو زما د دسترخوان نه پاتې شوې ټُکړې راټولې کړې دى چې د هغوئ د لاسونو او د پښو غټې ګوتې پرې کړے شوې وې. اوس خُدائ پاک ما سره هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې ما د هغوئ سره کړى وُو.“ هغه يروشلم ته بوتلے شو، چرته چې هغه مړ شو.</verse>
				<verse number="8">د يهوداه سړو په يروشلم حمله وکړه او قبضه يې کړو. هغوئ د دې خلق ووژل او په ښار يې اور ولګولو.</verse>
				<verse number="9">د دې نه پس هغوئ روان وُو چې کنعانيانو سره جنګ وکړى چې هغوئ د غرونو په مُلک، جنوبى اوچه برخه او لاندې علاقو کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="10">هغوئ د کنعانيانو خِلاف روان شول. کنعانيان د حبرون په ښار کښې اوسېدل، چې مخکښې دا د قِريَت‌اربع په نوم يادېدو او هلته هغوئ د سيسى، اخيمان او تلمى ډلو له شکست ورکړو.</verse>
				<verse number="11">د يهوداه سړى د هغه ځائ نه د دبير ښار طرف ته روان شول، چې په هغه وخت کښې د قِريَت‌سِفر په نوم يادېدو.</verse>
				<verse number="12">په هغوئ کښې د يو نوم کالب وو، کالب وفرمائيل، ”زۀ به خپله لور عکسه هغه سړى له ورکړم چې وادۀ يې کړى چې څوک قِريَت‌سِفر قبضه کړى.“</verse>
				<verse number="13">هغه ښار عتنى‌اېل قبضه کړو، چې د کالب د کشر ورور قنز زوئ وو، نو کالب خپله لور عکسه هغۀ ته وادۀ کړه.</verse>
				<verse number="14">د وادۀ په ورځ عکسې عتنى‌اېل ته منت وکړو چې د هغې د پلار نه يو پټے وغواړى. هغه د خپل خر نه کوزه شوه او کالب ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ څۀ غواړې؟“</verse>
				<verse number="15">هغې ورته ووئيل، ”زما سره يوه ښېګړه وکړه ځکه چې تا ما له په جنوبى برخه کښې زمکه راکړې ده، نو ما له د اوبو څۀ چينې هم راکړه.“ نو کالب هغې له بره او ښکته چينې ورکړې.</verse>
				<verse number="16">د موسىٰ د سخر اولاد قينيان د کجورو د ونو ښار يريحو نه د يهوداه خلقو سره روان وُو، د يهوداه صحرا ته داخل شول. هغوئ په جنوب کښې د عراد د ښار سره نزدې، خلقو سره اوسېدل.</verse>
				<verse number="17">د يهوداه خلق د شمعون خلقو سره لاړل او هغوئ په شريکه کنعانيانو له شکست ورکړو، کنعانيان د صِفت په ښار کښې اوسېدل. هغوئ په پوره توګه ښار تباه کړو او حُرمه نوم يې پرې کېښودو.</verse>
				<verse number="18">د يهوداه سړو غزه، اسقلون او عقرون، دا ټول ښارونه او د دې علاقې هم قبضه کړې.</verse>
				<verse number="19">مالِک خُدائ د يهوداه د خلقو مل وو. هغوئ د غرونو مُلک قبضه کړو، خو هغوئ د دې جوګه نۀ وُو چې د مېدانونو نه خلق وشړى، ځکه چې د هغوئ سره د اوسپنې ګاډۍ وې.</verse>
				<verse number="20">لکه څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو، حبرون کالب ته ورکړے شو، کالب د عناق د اولاد درې قبيلې د هغه ښار نه شړلې وې.</verse>
				<verse number="21">خو د بنيامين د قبيلې خلقو هغه يبوسيان ونۀ شړلے شول چې په يروشلم کښې اوسېدل او هم د هغه وخت نه يبوسيان هلته د بنيامين د خلقو سره اوسيږى.</verse>
				<verse number="22">د اِفرائيم او منسى قبيلې لاړې چې په بيت‌ايل ښار باندې حمله وکړى په هغه وخت کښې د دې لوز نوم وو. مالِک خُدائ د هغوئ مدد وکړو. هغوئ هغه ښار ته جاسوسان ولېږل،</verse>
				<verse number="23"></verse>
				<verse number="24">هغوئ يو سړے وليدو چې د ښار نه راووتلو نو هغۀ ته يې ووئيل، ”ښار ته د ننوتلو لار مونږ ته وښايه او مونږ به تا سره ښۀ سلوک وکړُو.“</verse>
				<verse number="25">نو هغۀ ورته لار وښودله او د اِفرائيم او منسى خلقو په ښار کښې هر يو کس ووژلو او صِرف دا سړے او د هغۀ کورنۍ يې پرېښوده.</verse>
				<verse number="26">وروستو دا سړے د حِتيانو مُلک ته لاړو، هلته يې يو ښار جوړ کړو او په دې باندې يې لوز نوم کېښودو، تر اوسه پورې يې هم دغه نوم دے.</verse>
				<verse number="27">د منسى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل چې کوم د بيت‌شان، تعنک، دور، ابليعام، مِجدو او په ګېرچاپېره کلو کښې اوسېدل، او کنعانيان هم هلته دېره وُو.</verse>
				<verse number="28">کله چې بنى اِسرائيليان طاقتور شول، نو هغوئ کنعانيان دې ته مجبور کړل چې د هغوئ دپاره کار کوى، خو بيا يې هم هغوئ ټول ونۀ شړل.</verse>
				<verse number="29">د اِفرائيم قبيلې هغه کنعانيان ونۀ شړل چې د جزر په ښار کښې اوسېدل، نو کنعانيان هم هلته د هغوئ سره اوسېدل.</verse>
				<verse number="30">د زبولون قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د قِطرون او نهلال په ښارونو کښې اوسېدل، نو کنعانيان هم هلته د هغوئ سره اوسېدل او دې ته مجبور وُو چې د هغوئ دپاره کار کوى.</verse>
				<verse number="31">د آشر قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د عکو، صيدا، احلاب، اکزيب، حلبه، افيق، رِحوب په ښارونو کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="32">د آشر قبيلې خلق د هغه ځائ د کنعانيانو سره اوسېدل، ځکه چې هغوئ کنعانيان ونۀ شړل.</verse>
				<verse number="33">د نفتالى قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د بيت‌شمس او بيت‌عنات په ښارونو کښې اوسېدل. د نفتالى خلق د هغه ځائ د کنعانيانو سره اوسېدل، خو هغوئ يې دې ته مجبور کړل چې د هغوئ دپاره کار کوى.</verse>
				<verse number="34">اموريانو د دان قبيلې خلق مجبور کړل چې د غرونو مُلک ته لاړ شى او هغوئ يې دې ته نۀ پرېښودل چې لاندې مېدان ته لاړ شى.</verse>
				<verse number="35">اموريان په ايالون، سعلبيم، او د حِرس په غرۀ کښې دېره وُو، خو د اِفرائيم او منسى قبيلې طاقتورې شوې او د هغوئ نه يې په زور کار اخستو.</verse>
				<verse number="36">د اموريانو د حد پوله د لړم درې نه واخله تر سلع پورې او د دې نه اخوا هم وه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ فرښته د جِلجال نه بوکيم ته لاړه او بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او هغه مُلک ته مې راوستلئ چې ستاسو د پلار نيکۀ سره ما د هغې وعده کړې ده. ما وفرمائيل زۀ به هيڅکله ستاسو سره خپل لوظ مات نۀ کړم.</verse>
				<verse number="2">تاسو چې د هغه خلقو سره هيڅ لوظ ونۀ کړئ کوم چې په دې مُلک کښې اوسيږى بلکې د هغوئ د قربانۍ ځايونه راوغورزوئ. خو تاسو زما د حُکم نافرمانى کړې ده. تاسو داسې ولې کړى دى؟</verse>
				<verse number="3">اوس زۀ تاسو ته وايم چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به دا خلق نۀ شړم. هغوئ به ستاسو دشمنان شى او د هغوئ معبودان به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.“</verse>
				<verse number="4">کله چې د مالِک خُدائ فرښتې دا خبرې بنى اِسرائيلو ته وکړې نو ټول قوم په چغو چغو وژړل،</verse>
				<verse number="5">نو ځکه په هغه ځائ يې بوکيم نوم کېښودو چې مطلب يې ژړا دے او هلته هغوئ مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړې.</verse>
				<verse number="6">يشوَع چې کله بنى اِسرائيل رُخصت کړل، نو هره يوه قبيله لاړله چې د هغه مُلک خپله خپله برخه ونيسى.</verse>
				<verse number="7">تر کومې پورې چې يشوَع ژوندے وو، نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِدمت کولو او د هغۀ د مرګ نه پس چې تر کومې پورې هغه مشران ژوندى وُو چې هغوئ په خپله هغه ټول لوئ کارونه ليدلى وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو، نو هغوئ هم هغه شان کول.</verse>
				<verse number="8">د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے د نون زوئ يشوَع د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې مړ شو.</verse>
				<verse number="9">هغه په خپله زمکه کښې ښخ کړے شو، هغه ځائ د جعس په شمالى طرف د اِفرائيم غرونو په مُلک تمنت‌حِرس کښې وو.</verse>
				<verse number="10">هغه ټول نسل هم مړ شو او ورپسې نسل مالِک خُدائ او هغه څۀ هېر کړل چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو.</verse>
				<verse number="11">نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د بعل د بُتانو عبادت يې شروع کړو.</verse>
				<verse number="12">هغوئ د مالِک خُدائ عبادت پرېښودو، کوم چې د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک وو، هغه خُدائ پاک چې هغوئ يې د مِصر د مُلک نه راويستلى وُو او هغوئ د نورو معبودانو عبادت شروع کړو، د هغه خلقو د معبودانو چې د هغوئ په خواوشا کښې اوسېدل، هغوئ ورته سجدې وکړې او مالِک خُدائ يې په غصه کړو.</verse>
				<verse number="13">هغوئ د مالِک خُدائ عبادت پرېښودو او د بعل او عستارات خِدمت يې شروع کړو.</verse>
				<verse number="14">نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو او هغوئ يې ډاکوانو ته حواله کړل او ډاکوانو هغوئ لوټ کړل. هغۀ په هغوئ باندې ټول د خوا او شا دشمنان غالِب کړل، نو هغوئ نور د دې جوګه نۀ وُو چې خپلو دشمنانو ته ټينګ شى.</verse>
				<verse number="15">هر ځل چې هغوئ جنګ له تلل، نو مالِک خُدائ به د هغوئ خِلاف وو او هغوئ به يې د شکست سره مخ کول، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو چې هغه به هم داسې وى. هغوئ په سخت کړاؤ کښې راګېر وُو.</verse>
				<verse number="16">بيا مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې قاضيان مقرر کړل او دې قاضيانو د ډاکوانو نه خلاص کړل.</verse>
				<verse number="17">خو بنى اِسرائيلو خپلو قاضيانو ته غوږ ونۀ نيولو. بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ سره بې‌غېرتى وکړه او د نورو معبودانو عبادت يې وکړو. هغوئ زر د هغې لارې نه واوړېدل چې په کومه د هغوئ پلار نيکۀ روان وُو، چې هغوئ په فرمانبردارۍ سره د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق روان وُو.</verse>
				<verse number="18">کله هم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له يو قاضى ورکړو، نو مالِک خُدائ به د هغه قاضى مل وو او خلق به يې د خپلو دشمنانو نه بچ کول چې تر کومې به هغه قاضى ژوندے وو. نو مالِک خُدائ به په هغوئ رحم کولو ځکه هغوئ د خپلو تکليفونو او مصيبتونو لاندې فرياد کولو.</verse>
				<verse number="19">خو چې کله به قاضى مړ شو، نو خلق به هم هغه ناولو کارونو ته وروګرځېدل او د مخکښېنى نسل نه به يې بدتر عمل کولو. هغوئ به د نورو معبودانو خِدمت او عبادت کولو او د خپلو بدو عملونو او خپلو ضدى طريقو پرېښودو نه به يې اِنکار کولو.</verse>
				<verse number="20">نو مالِک خُدائ به بنى اِسرائيلو ته سخت په قهر شو او وبه يې فرمائيل، ”دې نسل هغه لوظ مات کړے دے چې ما يې د دوئ پلار نيکۀ له د پوره کولو حُکم ورکړے وو. ځکه چې دوئ زما نافرمانى کړې ده،</verse>
				<verse number="21">د يشوَع د مرګ په وخت چې په هغه مُلک کښې کوم قومونه پاتې وُو نو زۀ به هغوئ نور نۀ شړم.</verse>
				<verse number="22">زۀ به هغوئ د دې دپاره استعمال کړم چې دا معلومه کړم چې دا بنى اِسرائيليان د خپل پلار نيکۀ په شان زما په لاره روان دى او کۀ نه.“</verse>
				<verse number="23">نو مالِک خُدائ هغه قومونه پرېښودل چې په هغه مُلک کښې پاتې شى، هغۀ نۀ يشوَع له په هغوئ باندې فتح ورکړه او نۀ يې د يشوَع د مرګ نه پس زر هغوئ وشړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ څۀ قومونه په هغه مُلک کښې د دې دپاره پرېښودل چې هغه بنى اِسرائيليان وآزمائى چې کوم د کنعان په جنګونو کښې شامل نۀ وُو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ داسې د دې دپاره وکړل چې د بنى اِسرائيلو هر يو نسل ته د جنګ چل وښائى، خصوصاً هغوئ ته چې کومو مخکښې هيڅکله هم جنګ نۀ دے کړے.</verse>
				<verse number="3">په هغه مُلک کښې پينځۀ فلستى ښارونه پاتې شول، ټول کنعانيان، صيدانيان او حِويان چې د بعل حرمون غر نه واخله د حمات درې پورې د لبنان په غرونو کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="4">هغوئ د بنى اِسرائيلو دپاره يو آزمېښت وو، چې دا معلومه شى چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه بنى اِسرائيلو له کوم حُکمونه ورکړى وُو چې په هغې باندې عمل کوى او کۀ نه.</verse>
				<verse number="5">نو داسې بنى اِسرائيل د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، فرزيانو، حِويانو او يبوسيانو سره اوسېدل.</verse>
				<verse number="6">هغوئ د دوئ لوڼه وادۀ کړې او خپلې لوڼه يې د هغوئ زامنو له ورکړې او د هغوئ د معبودانو عبادت يې وکړو.</verse>
				<verse number="7">بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، خپل خُدائ پاک يې هېر کړو او د بعل او اشيرې د بُتانو عبادت يې وکړو.</verse>
				<verse number="8">نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو او د مسوپتاميه بادشاه کوشن رِسعتيم ته يې حواله کړل او اتۀ کاله يې په هغوئ حکومت وکړو.</verse>
				<verse number="9">بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. دا عتنى‌اېل وو چې د کالب د کشر ورور قنز زوئ وو.</verse>
				<verse number="10">د مالِک خُدائ روح په هغۀ نازل شو او هغه د بنى اِسرائيلو قاضى شو. عتنى‌اېل جنګ له لاړو او مالِک خُدائ هغۀ له د مسوپتاميه په بادشاه باندې فتح ورکړه.</verse>
				<verse number="11">څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو او بيا د قنز زوئ عتنى‌اېل مړ شو.</verse>
				<verse number="12">بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو د دې په وجه مالِک خُدائ د موآب بادشاه عجلون د بنى اِسرائيلو نه طاقتور کړو.</verse>
				<verse number="13">عجلون عمونيان او عماليقيان د ځان سره ملګرى کړل، هغوئ بنى اِسرائيلو له شکست ورکړو او د کجورو ښار يريحو يې قبضه کړو.</verse>
				<verse number="14">بنى اِسرائيليان اتلس کاله د عجلون بادشاه د اختيار د لاندې وُو.</verse>
				<verse number="15">بيا بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او مالِک خُدائ د هغوئ د بچ کولو دپاره يو خلاصونکے ورولېږلو. د هغۀ نوم اهُود وو، هغه د بنيامين د قبيلې د جيرا زوئ وو او هغه ګس مټے وو. بنى اِسرائيلو اهُود د موآب بادشاه عجلون ته د محصُول سره ورولېږلو.</verse>
				<verse number="16">اهُود يوه دوه مخيزه تُوره جوړه کړې وه چې تقريباً اتلس اِنچې اوږده وه. هغۀ دا د خپلو جامو لاندې د ښۍ پښې سپينې پورې تړلې وه.</verse>
				<verse number="17">بيا هغۀ محصُول عجلون له يوړو، څوک چې ډېر څورب سړے وو.</verse>
				<verse number="18">کله چې اهُود هغۀ له محصُول ورکړو، چې کومو سړو دا راوړے وو نو هغوئ يې رُخصت کړل.</verse>
				<verse number="19">خو چې کله اهُود د کاڼو بُتانو ته ورسېدو چې جِلجال ته نزدې وو، نو عجلون ته راواپس شو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زما سره ستا دپاره يو د راز خبره ده.“ نو بادشاه ورته ووئيل، ”اوس خبره مۀ کوه.“ او د هغۀ ټول نوکران د هغۀ د حضور نه لاړل.</verse>
				<verse number="20">بيا چې کله بادشاه په چت باندې په خپله يخه کوټه کښې ناست وو، اهُود هغۀ له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”زما سره ستا دپاره د خُدائ پاک نه يو پېغام دے.“ نو بادشاه د تخت نه پاڅېدو.</verse>
				<verse number="21">اهُود د خپل ګس لاس سره د ښى طرف نه تُوره راوويسته او د بادشاه په خېټه کښې يې ننه ويستله.</verse>
				<verse number="22">تُوره دومره ډُوبه لاړه چې د دې لاسکے په وازګه باندې پټ شو. اهُود تُوره د بادشاه د خېټې نه راونۀ ويستله او د بادشاه کولمو نه ګند راووتلو.</verse>
				<verse number="23">بيا اهُود برنډې ته ووتلو، هغۀ پسې يې دروازې بندې کړې او تالې يې ولګولې،</verse>
				<verse number="24">او ترې نه لاړو. نوکران راغلل او وې ليدل چې دروازې تاله وې، هغوئ صِرف دا خيال کولو چې بادشاه دننه دے او متيازې کوى.</verse>
				<verse number="25">هغوئ تر څۀ وخته پورې انتظار وکړو، خو چې هغۀ بيا هم دروازه کولاو نۀ کړه، نو هغوئ چابى واخستله او دا يې کولاو کړه. او د هغوئ نېک دننه په فرش باندې مړ پروت وو.</verse>
				<verse number="26">په کوم وخت چې هغوئ اِنتظار کولو نو اهُود وتښتېدو، هغه د کاڼو بُتانو نه تېر شو او سعيرت ته وتښتېدو.</verse>
				<verse number="27">کله چې هغه د غرونو مُلک اِفرائيم ته ورسېدو، نو هغۀ بيګل وغږولو چې بنى اِسرائيليان د جنګ دپاره راغونډ کړى، بيا يې هغوئ د غر نه لاندې بوتلل.</verse>
				<verse number="28">هغۀ ورته ووئيل، ”په ما پسې راځئ. مالِک خُدائ تاسو له په خپلو دشمنانو يعنې موآبيانو باندې فتح درکړې ده.“ نو هغوئ په اهُود پسې لاندې لاړل او هغه ځائ يې قبضه کړو چې په کوم ځائ کښې به موآبيان د اُردن سيند نه پورې وتل، هغوئ هيچا له هم د پورې وتلو اجازت ورنۀ کړو.</verse>
				<verse number="29">هغوئ په هغه ورځ باندې تقريباً لس زره ښۀ، تکړه موآبيان فوجيان ووژل، يو هم ونۀ تښتېدلو.</verse>
				<verse number="30">په هغه ورځ بنى اِسرائيلو موآبيانو له شکست ورکړو او اتيا کاله په هغه مُلک کښې امن وو.</verse>
				<verse number="31">ورپسې مشر د عنات زوئ شمجر وو. هغۀ شپږ سوه فلستيان په تېرۀ لښته باندې ووژل او بنى اِسرائيليان يې هم بچ کړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">د اهُود د مرګ نه پس، بنى اِسرائيلو بيا د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.</verse>
				<verse number="2">نو مالِک خُدائ هغوئ يو کنعانى بادشاه يابين ته حواله کړل، چا چې د حصور په ښار کښې بادشاهى کوله. د هغۀ د لښکر مشر سِسيرا وو، کوم چې په حروست هګوئيم کښې اوسېدو.</verse>
				<verse number="3">د يابين نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ وې او هغۀ د ظلم زياتى سره شل کاله په بنى اِسرائيلو حکومت وکړو. بيا بنى اِسرائيلو د مدد دپاره مالِک خُدائ ته فرياد وکړو.</verse>
				<verse number="4">نو د لفيدوت ښځه، دبوره يوه پېغمبره وه او په هغه وخت کښې هغې د يو قاضى په توګه د بنى اِسرائيلو خِدمت کولو.</verse>
				<verse number="5">هغه به د اِفرائيم غرونو په مُلک کښې د راما او بيت‌ايل په مينځ کښې د کجورې يوې خاص ونې لاندې کښېناسته او بنى اِسرائيل به هلته د فېصلو کولو دپاره ورتلل.</verse>
				<verse number="6">يوه ورځ هغې په نفتالى کښې د قادِس ښار د ابى‌نوعم زوئ برق راوغوښتلو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا له دا حُکم درکړے دے چې د نفتالى او زبولون قبيلو نه لس زره سړى روان کړه او د تبور غر ته يې بوځه.</verse>
				<verse number="7">زۀ به د يابين د لښکر مشر سِسيرا وغولوم چې د قيسون سيند سره ستا خِلاف جنګ وکړى. د هغۀ سره به خپلې ګاډۍ او فوجيان وى، خو زۀ به تا له په هغۀ باندې فتح درکړم.“</verse>
				<verse number="8">برق جواب ورکړو، ”کۀ تۀ ما سره ځې نو زۀ به لاړ شم، خو کۀ تۀ راسره نۀ ځې، نو بيا زۀ هم نۀ ځم.“</verse>
				<verse number="9">هغې جواب ورکړو، ”ټيک ده، زۀ به تا سره لاړه شم، خو په دې منصوبه کښې به تا ته عزت نۀ ملاويږى، ځکه چې مالِک خُدائ به سِسيرا يوې ښځې ته حواله کړى.“ نو دبوره د برق سره قادِس ته روانه شوه.</verse>
				<verse number="10">برق د زبولون او نفتالى قبيلې قادِس ته راوغوښتلې او لس زره سړى په هغۀ پسې روان وُو. دبوره د هغۀ سره لاړه.</verse>
				<verse number="11">په دې دوران کښې قينى حِبر په ضعننيم کښې د څېړۍ ونې سره نزدې د قادِس سره خپله خېمه لګولې وه. هغه د نورو قينيانو نه لرې تلے وو، چې هغوئ د موسىٰ د اوخى حوباب اولاد وو.</verse>
				<verse number="12">کله چې سِسيرا خبر شو چې برق د تبور غرونو ته ختلے دے،</verse>
				<verse number="13">نو هغۀ خپلې نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ او ټول سړى راوغوښتل او هغوئ يې د حروست هګوئيم نه د قيسون سيند ته ولېږل.</verse>
				<verse number="14">دبورې برق ته ووئيل، ”لاړ شه. مالِک خُدائ به ستا لارښودنه کوى، نن هغۀ تا له په سِسيرا باندې فتح درکړې ده.“ نو برق د خپلو لسو زرو سړو سره د تبور غر نه راکوز شو.</verse>
				<verse number="15">کله چې برق او د هغۀ لښکر حمله وکړه، نو مالِک خُدائ سِسيرا د خپلو ټولو جنګى ګاډو او سړو سره په وارخطايۍ آخته کړل. سِسيرا د خپلې ګاډۍ نه راټوپ کړل او پېدل وتښتېدو.</verse>
				<verse number="16">برق تر حروست هګوئيم پورې په ګاډو او لښکر پسې وو او د سِسيرا ټول لښکر ووژلے شو. يو سړے هم پاتې نۀ شو.</verse>
				<verse number="17">سِسيرا د قينى حِبر ښځې ياعيل خېمې ته وتښتېدو، ځکه چې د حصور بادشاه يابين د حِبر د خاندان سره د امن تړون وو.</verse>
				<verse number="18">ياعيل د سِسيرا سره مِلاوېدو دپاره راووتله او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، دننه راشه، زما خېمې ته دننه راشه. مۀ يرېږه.“ نو هغه دننه راغلو او هغه يې په بستره کښې پټ کړو.</verse>
				<verse number="19">هغۀ هغې ته ووئيل، ”زۀ تږے يم، ما له لږې اوبۀ راکړه.“ نو هغې د پيو مشکيزه کولاو کړه، پئ يې په هغۀ وڅښل او بيا يې پټ کړو.</verse>
				<verse number="20">بيا هغۀ ورته ووئيل، ”د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېږه، چې څوک راځى او تپوس کوى چې دلته څوک شته، نو ورته وايه چې نشته.“</verse>
				<verse number="21">سِسيرا ډېر ستړے وو او په خوږ خوب اودۀ شو. نو ياعيل څټک او د خېمې موږے واخستلو، غلې شان هغۀ له ورغله، هغې ورله موږے د تندى نه پورې غاړه وويستلو او موږے په زمکه کښې هم ښخ شو او هغه مړ شو.</verse>
				<verse number="22">کله چې برق په سِسيرا پسې وو نو ياعيل مِلاوېدو دپاره ورووتله او ورته يې ووئيل، ”دلته راشه. زۀ به تا ته هغه سړے وښايم چې تۀ يې ګورې.“ نو هغه د هغې سره دننه لاړو او سِسيرا هلته په زمکه مړ پروت وو چې په تندى کښې يې د خېمې موږے ټک وهلے شوے وو.</verse>
				<verse number="23">په هغه ورځ خُدائ پاک بنى اِسرائيلو له په کنعانى بادشاه يابين باندې فتح ورکړه.</verse>
				<verse number="24">بنى اِسرائيل په هغۀ باندې دومره زورَور شول چې تباه يې کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">په هغه ورځ دبورې او د ابى‌نوعم زوئ برق دا حمد ووئيلو،</verse>
				<verse number="2">”د مالِک خُدائ ثناء دې وى. مشرانو د بنى اِسرائيلو لارښودنه وکړه، او خلقو په خوشحالۍ سره ځانونه پېش کړل.</verse>
				<verse number="3">واورئ اے بادشاهانو، حکومت کوونکو غوږ ونيسئ. زۀ به د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړم او ساز به وغږوم هغه مالِک خُدائ ته چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="4">مالِکه خُدايه، کله چې تۀ د سعير د غرونو نه لاړې، کله چې تۀ د ادوم د علاقې نه راووتلې، زمکه ولړزېدله او د آسمان نه باران وورېدلو. آو، اوبۀ د وريځو نه راتوې شوې.</verse>
				<verse number="5">د سينا مالِک خُدائ په وړاندې غرونه ولړزېدل، د مالِک خُدائ په وړاندې چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="6">د عنات زوئ شمجر په وخت کښې، د ياعيل په وخت کښې، قافلې په زمکه کښې نورې نۀ تلې، او مسافر په تاو راتاو لارو باندې تلل.</verse>
				<verse number="7">د بنى اِسرائيلو کلى پرېښودلے شول، او دا خالى پاتې شول تر دې پورې چې دبوره د بنى اِسرائيلو د مور په شان راپېدا شوه.</verse>
				<verse number="8">بيا په هغه مُلک کښې جنګ وو کله چې بنى اِسرائيلو نوى معبودان خوښ کړل. د بنى اِسرائيلو په څلوېښتو زرو سړو کښې، داسې څوک نۀ وُو چې هغوئ ډال يا نېزه وړے وې.</verse>
				<verse number="9">زما زړۀ د بنى اِسرائيلو د مشرانو سره تړلے دے د هغه کسانو سره چې خپل ځانونه د جنګ دپاره پېش کول. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.</verse>
				<verse number="10">ووايئ تاسو چې په سپينو خرونو باندې سورلى کوئ، او تاسو په ښو قالينونو باندې کښېنئ، او تاسو په لاره باندې پېدل مزل کوئ.</verse>
				<verse number="11">د اوبو په ګودرو کښې د سندرغاړو آواز واورئ. هغوئ د مالِک خُدائ فتحې بيانوى، چې د بنى اِسرائيلو فتحې دى. بيا د مالِک خُدائ خلق د ښار د دروازو طرف ته روان شول.</verse>
				<verse number="12">پاڅه، پاڅه. دبورې، پاڅه او يوه سندره ووايه، د ابى‌نوعم زويه برقه، پاڅه، خپل قېديان روان کړه.</verse>
				<verse number="13">بيا پاتې شوى مشران راکوز شول، د مالِک خُدائ خلق د طاقتورو خِلاف راکوز شول.</verse>
				<verse number="14">هغوئ د اِفرائيم نه مېدان ته راغلل، د بنيامين په قبيله او د هغوئ په خلقو پسې. مشران د مکير نه راکوز شول، او آفسران د زبولون نه.</verse>
				<verse number="15">د يساکار مشران د دبورې سره راغلل، يساکار او برق هم راغلل، او هغوئ په مېدان کښې په هغۀ پسې روان وُو. خو د روبين قبيله شش او پنج کښې شوه، هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې راشى.</verse>
				<verse number="16">هغوئ ولې د ګډو سره وروستو پاتې شول؟ چې شپانو ته غوږ ونيسى چې رَمو ته آوازونه کوى؟ آو، د روبين قبيله شش او پنج کښې شوه، هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې راشى.</verse>
				<verse number="17">د جاد قبيله د اُردن نمرخاتۀ طرف ته پاتې شوه، او د دان قبيله د سمندرى جهازونو سره ولې پاتې شوه؟ د آشر قبيله د سمندر په غاړه پاتې شوه، هغوئ د سمندر په غاړه پاتې شول.</verse>
				<verse number="18">خو د زبولون او نفتالى خلقو خپل ژوند د جنګ مېدان په خطره کښې واچولو.</verse>
				<verse number="19">په تعنک کښې، د مِجدو نِهر سره، بادشاهان راغلل او هغوئ جنګ وکړو، د کنعان بادشاهانو جنګ وکړو، خو هغوئ سپين زر لوټ نۀ کړل.</verse>
				<verse number="20">د آسمان نه ستورو جګړه کوله، څنګه چې هغوئ په آسمان کښې حرکت کولو، ستورو د سِسيرا خِلاف جګړه وکړه.</verse>
				<verse number="21">په قيسون کښې يو سېلاب هغوئ يوړل د قيسون تېز درياب هغوئ په مخه کړل. زۀ به روان شم او د طاقت سره به روان يم.</verse>
				<verse number="22">بيا آسونه په منډه راغلل، او د خپلو پښو د سومونو نښې يې په زمکه باندې جوړې کړې.</verse>
				<verse number="23">د مالِک خُدائ فرښته فرمائى، ”د ميروز په خلقو دې لعنت وى، په هغوئ دې سخت لعنت وى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ په جنګ کښې د مدد دپاره رانۀ غلل، هغوئ د تکړه جنګ کوونکو خِلاف د مالِک خُدائ مدد ونۀ کړو.“</verse>
				<verse number="24">ياعيل د ټولو ښځو نه بختوره ده، چې د قينى حِبر ښځه ده، د ټولو نه بختوره ښځه چې په خېمو کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="25">سِسيراه اوبۀ وغوښتلې، خو هغې پئ ورکړل، هغې په يو ښُکلى جام کښې ورله شُملې راوړې.</verse>
				<verse number="26">هغې په يو لاس کښې د خېمې موږے راوړو، او په بل لاس کښې د مزدور څټک، هغې سِسيرا ووهلو او د هغۀ کوپړۍ يې ماته کړه، او تندے يې ورله سورے سورے کړو.</verse>
				<verse number="27">د هغې په پښو کښې راپرېوتلو، وغورزېدلو او د هغې پښو کښې پروت وو. د هغې په پښو کښې لاندې پرېوتو، هغه په زمکه وغورزېدلو او مړ شو.</verse>
				<verse number="28">د سِسيرا مور د کړکۍ د جالۍ نه بهر نظر واچولو، هغې تپوس وکړو، ”د هغۀ ګاډۍ ولې دومره ناوخته کړو؟ مونږ ولې د هغۀ د ګاډۍ آواز نۀ اورو؟“</verse>
				<verse number="29">هوښيارو ښځو جواب ورکړو، بلکې هغې به ځان ته په خپله بيا بيا دا وئيل،</verse>
				<verse number="30">”هغوئ لوټ شوے مال تقسيموى، د هر فوجى دپاره يوه يا دوه ښځې، د سِسيرا دپاره به رنګ شوې جامې وى، آو، هغه ښې ګُلکارى شوې ټوکړې چې زما د غاړې دپاره دى.“</verse>
				<verse number="31">مالِکه خُدايه، ستا ټول دشمنان دې هم داسې مړۀ شى، خو ستا دوستان دې د خپل ټول زور سره د ختونکى نمر په شان وځليږى.“ او څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو هغۀ د ميديان خلق دې ته پرېښودل چې اووۀ کاله په هغوئ بادشاهى وکړى.</verse>
				<verse number="2">ميديانيان د بنى اِسرائيلو نه طاقتور وُو او بنى اِسرائيليان د هغوئ نه په غارونو او د غرونو په نورو محفوظو ځايونو کښې پټېدل.</verse>
				<verse number="3">چې کله به هم بنى اِسرائيلو څۀ تخم وکَرلو، نو ميديانيان به د عماليقيانو او د صحرا د قبيلو سره راتلل او په هغوئ به يې حمله کوله.</verse>
				<verse number="4">هغوئ به په هغه مُلک کښې خېمې ودرولې او په جنوب کښې د غزه نه ګېرچاپېره علاقې پورې فصلونه به يې تباه کول. هغوئ به ټولې ګډې، څاروى او خرونه بوتلل او بنى اِسرائيلو ته به يې د ژوند تېرولو دپاره هيڅ هم نۀ پرېښودل.</verse>
				<verse number="5">هغوئ به د مُولخانو د لښکر په شان د خپلو څاروو او خېمو سره راتلل. هغوئ او د هغوئ اوښان د شمېر نه بهر وُو. هغوئ راغلل او زمکه يې ورانه ويجاړه کړه،</verse>
				<verse number="6">بنى اِسرائيليان د ميديانيانو په وجه بې‌وسه شول. نو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د مدد دپاره فرياد وکړو.</verse>
				<verse number="7">کله چې بنى اِسرائيلو د ميديانيانو په وجه مالِک خُدائ ته فرياد وکړو،</verse>
				<verse number="8">نو هغۀ د هغوئ دپاره يو پېغمبر راولېږلو او هغۀ وفرمائيل، ”ما مالِک خُدائ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه راوويستلئ.</verse>
				<verse number="9">ما تاسو د مِصريانو نه او د هغه خلقو نه بچ کړئ چې هغوئ ستاسو سره په دې مُلک کښې جنګ وکړو. چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو ما هغوئ وشړل او ما تاسو له د هغوئ مُلک درکړو.</verse>
				<verse number="10">ما تاسو ته وفرمائيل چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به د اموريانو معبودانو عبادت نۀ کوئ د چا په مُلک کښې چې اوس تاسو اوسېږئ. خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو.“</verse>
				<verse number="11">بيا د مالِک خُدائ فرښته د عفره کلى ته راغله او د څېړۍ د ونې لاندې کښېناسته چې دا ونه د يوآس وه، يوآس د ابيعزر د قبيلې سړے وو. د هغۀ زوئ جدعون په پټه باندې د انګورو په لنګرۍ کښې غنم ټکول، د دې دپاره چې ميديانيان يې ونۀ ګورى.</verse>
				<verse number="12">د مالِک خُدائ فرښته هلته هغۀ ته راڅرګنده شوه او ورته يې وفرمائيل، ”اے تکړه او طاقتور سړيه. مالِک خُدائ ستا مل دے.“</verse>
				<verse number="13">جدعون ورته وفرمائيل، ”صاحِبه، مالِک خُدائ چې زمونږ مل دے نو دا هر څۀ په مونږ ولې شوى دى؟ هغه ټول عجيبه کارونه چرته دى چې زمونږ پلار نيکۀ مونږ ته وئيل چې مالِک خُدائ کول، هغوئ يې څنګه د مِصر نه راوويستل؟ مالِک خُدائ مونږ پرېښودلى يُو او ميديانيانو ته يې مونږ حواله کړى يُو.“</verse>
				<verse number="14">بيا مالِک خُدائ هغۀ له حُکم ورکړو، ”تکړه شه او ورشه او بنى اِسرائيليان د ميديانيانو نه بچ کړه. زۀ په خپله تا لېږم.“</verse>
				<verse number="15">جدعون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”زۀ بنى اِسرائيليان څنګه خلاص کړم؟ د منسى په قبيله کښې د ټولو نه کمزورې قبيله زما ده او زۀ په خپل خاندان کښې د ټولو نه کشر يم.“</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”خو زۀ به ستا مل يم او تۀ به ميديانيان داسې ووهې لکه چې هغوئ صِرف يو کس وى.“</verse>
				<verse number="17">جدعون جواب ورکړو، ”کۀ تۀ زما نه خوشحاله يې نو ما ته څۀ نښې وښايه چې تۀ په رښتيا مالِک خُدائ يې.</verse>
				<verse number="18">تۀ تر هغې پورې دلته ايسار شه چې زۀ تا له خپله نذرانه راوړم.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا تر واپس راتلو پورې ايسار يم.“</verse>
				<verse number="19">نو جدعون خپل کور ته دننه لاړو او يو د چېلۍ بچے يې پوخ کړو او د لسو کلو اوړو نه يې پتيره روټۍ تياره کړه. هغۀ غوښه په يوه ټوکرۍ کښې کېښوده او ښوروا يې په يو لوښى کښې واچوله او دا يې د مالِک خُدائ فرښتې له ورکړل چې د څېړۍ د ونې لاندې وه.</verse>
				<verse number="20">فرښتې هغۀ له حُکم ورکړو، ”غوښه او روټۍ په دې ګټ باندې کېږده او ښوروا ورباندې واچوه.“ نو جدعون هم داسې وکړل.</verse>
				<verse number="21">بيا د مالِک خُدائ فرښتې چې کومه امسا نيولې وه د هغې سر يې د غوښې او روټۍ سره ولګولو. د ګټ نه اور راووتلو او غوښه او روټۍ يې وسوزوله. فرښته بيا پناه شوه.</verse>
				<verse number="22">جدعون ته دا پته ولګېده چې هغۀ د مالِک خُدائ فرښته ليدلې ده او په يره کښې هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه پاکه، ما ستا فرښته مخامخ وليدله.“</verse>
				<verse number="23">خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تا ته دې خېر وى. مۀ يرېږه. تۀ به نۀ مرې.“</verse>
				<verse number="24">جدعون هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او ”مالِک خُدائ خېر دے“ نوم يې پرې کېښودو. دا تر اوسه پورې په عفره کښې ولاړه ده چې دا د ابيعزر د قبيلې ده.</verse>
				<verse number="25">په هغه شپه مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”د خپل پلار غوَيے او يو بل غوَيے چې د اوو کالونو وى بوځه، د خپل پلار قربان‌ګاه راوغورزوه چې د بعل دپاره ده او د هغې په خوا کښې د اشيرې ستنه ماته کړه.</verse>
				<verse number="26">په دې لوړ ځائ باندې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته يوه صحيح قربان‌ګاه جوړه کړه. بيا هغه دوېم غوَيے بوځه او د يوې قربانۍ په توګه يې پوره وسوزوه، د دې په سوزولو کښې د اشيرې د ستنې لرګى استعمال کړه چې تا ټوټې ټوټې کړې دى.“</verse>
				<verse number="27">نو جدعون خپل لس نوکران بوتلل او هم هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته فرمائيلى وُو. هغه د خپل خاندان او د ښار د خلقو نه سخت يرېدو چې د ورځې يې داسې کړے وے، نو هغۀ د شپې داسې وکړل.</verse>
				<verse number="28">کله چې په ورپسې سحر د ښار خلق وختى پاڅېدل نو هغوئ ته پته ولګېده چې د بعل قربان‌ګاه او د اشيرې نښې ماتې شوې دى او دوېم غوَيے په هغه قربان‌ګاه باندې سوزولے شوے دے چې هلته جوړه شوې وه.</verse>
				<verse number="29">هغوئ د يو بل نه تپوس وکړو، ”دا چا کړى دى؟“ هغوئ ښۀ معلومات وکړو او پته ورته ولګېده چې د يوآس زوئ جدعون دا کړى دى.</verse>
				<verse number="30">نو بيا هغوئ يوآس ته ووئيل، ”خپل زوئ دلته بهر راوباسه چې مړ يې کړُو. ځکه چې هغۀ د بعل قربان‌ګاه تباه کړې ده او د اشيرې ستنه يې ټوټې کړې ده.“</verse>
				<verse number="31">خو يوآس هغه ټولو ته ووئيل چا يې چې مخالفت کولو، ”تاسو د بعل صفائى کوئ څۀ؟ تاسو د هغۀ دپاره بحث کوئ؟ هر څوک چې د هغۀ صفائى کوى نو هغه به د سحر نه مخکښې ووژلے شى. کۀ بعل خُدائ وى، نو هغه دې خپل ځان بچ کړى. دا د هغۀ قربان‌ګاه وه چې تباه کړے شوه.“</verse>
				<verse number="32">نو د هغه وخت نه جدعون په يربعل باندې مشهور شو، کله چې يوآس وئيلى وُو، ”پرېږده چې بعل خپل ځان بچ کړى، دا د هغۀ قربان‌ګاه ده چې تباه کړے شوه.“</verse>
				<verse number="33">نو ټول ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلې راغونډې شوې، د اُردن سيند نه پورې وتل او د يزرعيل په مېدان کښې يې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="34">د مالِک خُدائ روح په جدعون نازل شو، نو هغۀ بيګل وغږولو او د ابيعزر د قبيلې سړى يې راوغوښتل چې هغۀ پسې روان شى.</verse>
				<verse number="35">هغۀ د منسى ټولې علاقې دواړو برخو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې هغوئ راوغواړى او چې دۀ پسې روان شى. هغۀ د آشر، زبولون او نفتالى قبيلو ته پېغام وړُونکى ولېږل او هغوئ هم د دۀ سره شاملېدو دپاره راغلل.</verse>
				<verse number="36">بيا جدعون خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”تۀ وائې چې دا فېصله دې کړې ده چې تۀ به ما د بنى اِسرائيلو د خلاصولو دپاره استعمالوې.</verse>
				<verse number="37">ټيک ده، زۀ به په درمند باندې دا وړۍ وغوړوم. خو کۀ په سحر کښې پرخه صِرف په وړۍ باندې وى او په زمکه باندې نۀ وى، نو ما ته به پته ولګى چې د بنى اِسرائيلو بچ کولو دپاره به تۀ ما استعمالوې.“</verse>
				<verse number="38">نو هم دغه شان وشول. کله چې جدعون ورپسې سحر وختى پاڅېدو، هغۀ وړۍ نچوړ کړه او دومره ډېره پرخه يې ترې نه وويستله چې د اوبو نه يې يو لوښے ډک شو.</verse>
				<verse number="39">جدعون خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”ما ته مۀ غصه کېږه، ما له اجازت راکړه چې صِرف يوه خبره وکړم. ما لږ پرېږده چې په وړۍ باندې يو بل آزمېښت وکړم. دا ځل پرېږده چې وړۍ اوچه وى او زمکه لمده وى.“</verse>
				<verse number="40">په هغه شپه خُدائ پاک هغه هر څۀ وکړل. په ورپسې سحر وړۍ اوچه وه، خو زمکه په پرخه باندې لونده وه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">يوه ورځ جدعون او د هغۀ ټول سړى وختى پاڅېدل او د حرود چينې په خوا کښې يې خېمې ولګولې. د ميديانيانو خېمې د هغوئ شمالى طرف ته په مېدان کښې د موره غر ته نزدې وې.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره چې کوم سړى دى دا زما دپاره ډېر زيات دى چې هغوئ له په ميديانيانو باندې فتح ورکړم. کېدے شى چې هغوئ دا سوچ وکړى چې هغوئ د خپل طاقت سره دا ګټه موندلې ده، نو مغروره به شى.</verse>
				<verse number="3">خلقو ته اِعلان وکړه، هر څوک چې يرېدلې وى يا يې زړونه بائيللى وى نو هغوئ دې واپس کور ته لاړ شى او مونږ به دلته د جِلعاد د غر سره ايسار شو.“ نو دوويشت زره واپس لاړل او لس زره ايسار شول.</verse>
				<verse number="4">بيا مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره دا سړى اوس هم ډېر زيات دى. هغوئ لاندې اوبو ته بوځه او زۀ به هغوئ ستا دپاره هلته بېل بېل کړم. چې زۀ تا ته ووايم چې دا سړى به تا سره خامخا ځى نو هغه به ځى او چې کوم سړى درته وښايم چې نۀ به ځى نو هغه به نۀ ځى.“</verse>
				<verse number="5">جدعون سړى اوبو له بوتلل او مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه کسان چې د سپى په شان په ژبه اوبۀ څښى، د هغه ټولو نه جدا کړه چې په خپلو ګوډو باندې ټيټ شى او اوبۀ وڅښى.“</verse>
				<verse number="6">هلته درې سوه سړى داسې وُو چې هغوئ په لَپو کښې اوبۀ راواخستلې او وې څښلې، او نور ټول په خپلو ګوډو باندې ټيټ شول او اوبۀ يې وڅښلې.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”د دې درې سوو سړو په ذريعه چې په لَپو باندې اوبۀ څښى، زۀ به تاسو بچ کړم او په ميديانيانو باندې به فتح درکړم. باقى نور ټول کورونو ته ولېږه.“</verse>
				<verse number="8">نو جدعون هغه ټول بنى اِسرائيليان کور ته ولېږل بغېر د هغه درېو سوو نه، چا چې بيګلې او سامان ساتلے وو. د ميديانيانو کېمپ د هغوئ نه لاندې په مېدان کښې وو.</verse>
				<verse number="9">په هغه شپه مالِک خُدائ جدعون له حُکم ورکړو، ”پاڅه او په خېمو حمله وکړه، زۀ تا له په هغوئ باندې فتح درکوم.</verse>
				<verse number="10">خو کۀ تۀ د حملې کولو نه يرېږې، نو د خپل نوکر فوراه سره لاندې خېمو ته لاړ شه.</verse>
				<verse number="11">چې هغوئ څۀ وائى نو تۀ به هغه واورې او تا ته به د حملې کولو حوصله مِلاو شى.“ نو جدعون او د هغۀ نوکر فوراه د دشمنانو د خېمو غاړې ته لاړل.</verse>
				<verse number="12">ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلو سړى د مُولخانو د لښکر په شان په مېدان کښې خوارۀ شوى وُو او د هغوئ اوښان د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وُو.</verse>
				<verse number="13">کله چې جدعون راورسېدو، هغۀ واورېدل چې يو سړے خپل ملګرى ته خوب بيانوى. هغۀ وفرمائيل، ”ما خوب وليدو چې د اوربشو يو ګول روټۍ راورغړېده او يوه خېمه يې ووهله، خېمه په بل مخ واوړېدله او راوغورزېدله.“</verse>
				<verse number="14">د هغۀ دوست جواب ورکړو، ”دا د بنى اِسرائيلو تُوره ده چې د يوآس زوئ جدعون دے، د دې بل هيڅ مطلب نشته. خُدائ پاک هغۀ له په ميديانيانو او زمونږ په ټول لښکر باندې فتح ورکړې ده.“</verse>
				<verse number="15">کله چې جدعون د هغه سړى د خوب او د هغې د مطلب په حقله واورېدل، نو هغۀ د مالِک خُدائ عبادت وکړو. بيا هغه واپس د بنى اِسرائيلو خېمو ته لاړو او وې فرمائيل، ”پاڅئ، مالِک خُدائ تاسو له د ميديانيانو په لښکر باندې فتح درکوى.“</verse>
				<verse number="16">هغۀ درې سوه سړى په درېو ډلو کښې تقسيم کړل او هر يو سړى له يې يو بيګل او يو منګے ورکړو چې په کښې به چراغ وو.</verse>
				<verse number="17">هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ چې کله د خېمو غاړې ته ورسېږم، ما ته ګورئ او چې زۀ څۀ کوم نو هغه شان وکړئ.</verse>
				<verse number="18">کله چې زۀ او زما قبيله بيګلې وغږوُو، بيا تاسو خپلې بيګلې د خېمو نه ګېرچاپېره وغږوئ او داسې نعرې ووهئ، دپاره د مالِک خُدائ او د جدعون.“</verse>
				<verse number="19">جدعون او د هغۀ سل سړى د نيمې شپې نه لږ مخکښې د خېمو غاړې ته راغلل، هم په هغه وخت پهره دار بدل شوى وُو. بيا هغوئ بيګلې وغږولې او چې د هغوئ سره کوم منګى وُو نو هغه يې مات کړل،</verse>
				<verse number="20">او هغه نورو دوو ډلو هم دغه شان وکړل. هغوئ ټولو په خپلو ګسو لاسونو کښې چراغونه نيولى وُو، په ښو لاسونو کښې يې بيګلې وې او چغې يې وهلې، ”تُوره د مالِک خُدائ او جدعون دپاره.“</verse>
				<verse number="21">ټول سړى د خېمو نه ګېرچاپېره په خپل خپل ځائ باندې ودرېدل او د دشمن ټول لښکر وتښتېدو او چغې يې وهلې.</verse>
				<verse number="22">کله چې د جدعون سړو بيګلې غږولې، نو مالِک خُدائ د دشمن لښکر دې ته جوړ کړو چې د خپلو تُورو سره په يو بل باندې حمله وکړى. هغوئ د بيت‌سِطه پورې د صريرات طرف ته او طبات ته نزدې ابيل‌محوله پورې منډې وهلې.</verse>
				<verse number="23">بيا د نفتالى او آشر قبيلو او د منسى د دواړو برخو نه سړى راوغوښتلے شول او هغوئ په ميديانيانو پسې لاړل.</verse>
				<verse number="24">جدعون د غرونو مُلک ټول اِفرائيم ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ووائى، ”لاندې راشئ او د ميديانيانو سره جنګ وکړئ. د اُردن سيند او د بيت‌باره پورې ټول نِهرونه ونيسئ، چې ميديانيان ترې نه راپورې نۀ وځى.“ نو د اِفرائيم سړى راغونډ کړے شول او هغوئ د اُردن سيند او د بيت‌باره پورې نِهرونه ونيول.</verse>
				<verse number="25">هغوئ د ميديانيانو دوه مشران، عوريب او زئيب ونيول، عوريب يې د عوريب په ګټ باندې ووژلو او زئيب يې د زئيب د انګورو په لنګرۍ کښې ووژلو. هغوئ په ميديانيانو پسې وُو او د عوريب او زئيب سرونه يې جدعون له راوړل، چې هغه اوس د اُردن نمرخاتۀ طرف ته وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">بيا د اِفرائيم سړو جدعون ته ووئيل، ”کله چې تۀ د ميديانيانو سره جنګ له تلې نو مونږ دې ولې ونۀ غوښتلو؟ تا مونږ سره داسې سلوک ولې وکړو؟“ او هغوئ ورباندې سخت تنقيد وکړو.</verse>
				<verse number="2">خو هغۀ وفرمائيل، ”ما چې څۀ کولے شول دا د هغې په نسبت هيڅ هم نۀ دى څۀ چې تاسو کړى دى. کۀ د اِفرائيم سړو لږ څۀ هم کړى دى دا د هغې نه ښۀ دى څۀ چې زما ټولې قبيلې کړى دى.</verse>
				<verse number="3">د دې نه علاوه، د خُدائ پاک د طاقت په ذريعه تاسو د ميديانيانو دوه مشران عوريب او زئيب ووژل. ما داسې څۀ نۀ دى کړى چې ستاسو سره ځان برابر کړم.“ کله چې هغۀ دا وفرمائيل نو د هغوئ غصه سړه شوه.</verse>
				<verse number="4">په دې وخت کښې جدعون او د هغۀ درې سوه سړى د اُردن سيند له راغلى وُو او د دې نه پورې وتى هم وُو. هغوئ ډېر ستړى وُو، خو بيا هم په دشمن پسې وُو.</verse>
				<verse number="5">کله چې هغوئ سُکات ته ورسېدل، نو هغۀ د ښار خلقو ته وفرمائيل، ”زما سړو له لږه روټۍ ورکړئ. هغوئ ډېر ستړى دى او زۀ د ميديانيانو بادشاهان زِبح او ضلمنع پسې يم.“</verse>
				<verse number="6">خو د سُکات مشرانو ووئيل، ”مونږ ستاسو لښکر له خوراک ولې ورکړو؟ تاسو تر اوسه پورې زِبح او ضلمنع نۀ دى نيولى.“</verse>
				<verse number="7">نو جدعون وفرمائيل، ”ټيک ده. کله چې مالِک خُدائ زِبح او ضلمنع ما ته په حواله کړى، نو ستاسو غوښې به د صحرا په ازغو او غنو باندې وشلوم.“</verse>
				<verse number="8">جدعون فنواېل ته لاړو او هلته يې خلقو ته هم دغه شان درخواست وکړو، خو د فنواېل خلقو هم د سُکات د خلقو په شان هم دغه شان جواب ورکړو.</verse>
				<verse number="9">نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ ځم، په خېر سره به واپس راځم او ستاسو دا برج به راغورزوم.“</verse>
				<verse number="10">زِبح او ضلمنع په قرقور کښې د خپل لښکر سره وُو. د صحرا د قبيلو د لښکر نه صِرف پينځلس زره سړى پاتې وُو، يو لاک او شل زره فوجيان وژلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="11">جدعون د نوبح او يګبها نمرخاتۀ طرف ته د قافِلو په لاره لاړو او ناڅاپى يې په لښکر باندې حمله وکړه.</verse>
				<verse number="12">د ميديانيانو دوه بادشاهان زِبح او ضلمنع وتښتېدل، خو هغه ورپسې وُو او وې نيول او د هغوئ ټول لښکر يې په وارخطايۍ آخته کړو.</verse>
				<verse number="13">کله چې جدعون د حِرس درې په لاره د جنګ نه واپس روان وو،</verse>
				<verse number="14">هغۀ د سُکات يو زلمے ونيولو او تپوس يې ترې نه وکړو. هغه زلمى جدعون ته د سُکات د اووۀ اوياؤ مشرانو نومونه وليکل.</verse>
				<verse number="15">بيا جدعون د سُکات خلقو له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ته ياد دى چې زما د مدد کولو نه مو اِنکار وکړو؟ او وئيل مو چې مونږ ستا ستړى لښکر له هيڅ خوراک نۀ شو ورکولے ځکه چې تا زِبح او ضلمنع نۀ دى نيولى. نو وګورئ، هغوئ دا دى.“</verse>
				<verse number="16">بيا هغۀ د صحرا نه ازغى او غنې يوړې او د سُکات مشرانو له يې ورباندې سزا ورکړه.</verse>
				<verse number="17">هغۀ په فنواېل کښې برج هم راغورزولو او د ښار خلق يې ووژل.</verse>
				<verse number="18">بيا جدعون زِبح او ضلمنع نه تپوس وکړو، ”تاسو په تبور کښې څوک وژلى دى؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”هغوئ ستا په شان وُو، هر يو کس د بادشاه د زوئ په شان وو.“</verse>
				<verse number="19">جدعون ورته وفرمائيل، ”هغوئ زما وروڼه وُو، زما د خپلې مور زامن وُو. زۀ دا قسم خورم کۀ تاسو هغوئ وژلى نۀ وے، نو ما به تاسو نۀ وژلئ.“</verse>
				<verse number="20">بيا هغۀ خپل مشر زوئ يتر ته وفرمائيل، ”لاړ شه او هغوئ ووژنه.“ خو هلک خپله تُوره راونۀ ويستله، ځکه چې هغه هلک وو او يرېدلو.</verse>
				<verse number="21">بيا زِبح او ضلمنع جدعون ته ووئيل، ”راشه او په خپله مونږ ووژنه. څنګه چې سړے وى هغسې يې طاقت وى.“ نو جدعون هغوئ ووژل او هغه ټول کالى يې ترې نه يوړل چې د هغوئ د اوښانو په غاړو کښې وُو.</verse>
				<verse number="22">د هغې نه پس، بنى اِسرائيلو جدعون ته ووئيل، ”تۀ او ستا نه پس دې ستا اولاد زمونږ بادشاهان شى ځکه چې تا مونږ د ميديانيانو نه بچ کړى يُو.“</verse>
				<verse number="23">جدعون جواب ورکړو، ”نۀ به زۀ او نۀ به زما زوئ ستاسو حکمران وى. مالِک خُدائ به په خپله ستاسو حکمران وى.“</verse>
				<verse number="24">خو هغۀ خپله خبره جارى وساتله، ”زۀ به ستاسو نه يو څيز وغواړم. هر يو کس دې ما له هغه والۍ راکړى کومې چې تاسو اخستې دى.“ (د ميديانيانو دا رِواج وو چې هغوئ به د سرو زرو والۍ اچولې.)</verse>
				<verse number="25">خلقو جواب ورکړو، ”مونږ به په داسې کولو خوشحاله شُو.“ هغوئ يوه کپړه خوره کړه او چې هغوئ په لوټ مار کښې کومې د سرو زرو والۍ اخستې وې هغه يې ورباندې کېښودې.</verse>
				<verse number="26">جدعون ته چې کومې د سرو زرو والۍ مِلاو شوې وې هغه تقريباً شل کلو وې او په دې کښې کالى، هارونه او د کاسنى رنګ جامې شاملې نۀ وې چې د ميديان بادشاهانو اغوستې او هغه پټه هم په کښې شامله نۀ وه چې د هغوئ د اوښانو په غاړه وه.</verse>
				<verse number="27">جدعون د سرو زرو يو بُت جوړ کړو او په خپل ښار عفره کښې يې کېښودو. ټولو بنى اِسرائيلو خُدائ پاک پرېښودو او هلته د بُت عبادت له لاړل. دا د جدعون او د هغۀ د خاندان دپاره يو دام جوړ شو.</verse>
				<verse number="28">نو ميديانيانو د بنى اِسرائيلو نه شکست وخوړو او هغوئ نور د خطرې سبب نۀ شول. څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو، تر دې پورې چې جدعون مړ شو.</verse>
				<verse number="29">جدعون واپس خپل کور ته لاړو او هلته اوسېدو.</verse>
				<verse number="30">د هغۀ اويا زامن وُو، ځکه چې د هغۀ ډېرې ښځې وې.</verse>
				<verse number="31">په شِکم کښې د هغۀ يوه وينځه هم وه، د هغې نه يې يو زوئ وشو او ابى‌مَلِک نوم يې پرې کېښودو.</verse>
				<verse number="32">د يوآس زوئ جدعون ښۀ په پوخ عُمر کښې مړ شو او د ابيعزر د قبيلې په ښار عفره کښې د خپل پلار په اديره کښې ښخ شو.</verse>
				<verse number="33">چې څنګه جدعون مړ شو نو بنى اِسرائيلو بيا د خُدائ پاک سره بې‌غېرتى وکړه او د بعل د بُتانو عبادت يې وکړو. هغوئ يو بُت جوړ کړو چې نوم يې بعل‌بريت وو،</verse>
				<verse number="34">او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک خِدمت يې نور ونۀ کړو، چا چې هغوئ د ګېرچاپېره د خپلو ټولو دشمنانو نه بچ کړى وُو.</verse>
				<verse number="35">جدعون چې د بنى اِسرائيلو سره څومره ښۀ کړى وُو نو هغوئ د هغۀ خاندان ته هيڅ وفادارى ونۀ ښودله.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">د جدعون زوئ ابى‌مَلِک د شِکم ښار ته لاړو، چرته چې د هغۀ د مور ټول خپلوان اوسېدل او هغوئ ته يې ووئيل</verse>
				<verse number="2">چې د شِکم د خلقو نه تپوس وکړى، ”ستاسو څنګه خوښه ده چې د جدعون اويا واړه زامن درباندې بادشاهى وکړى او يا کۀ صِرف يو کس؟ ياد ساتئ چې ابى‌مَلِک ستاسو خپله وينه ده.“</verse>
				<verse number="3">د هغۀ د مور خپلوانو د شِکم خلقو سره د دې په حقله د هغۀ دپاره خبره وکړه او د شِکم خلقو دا فېصله وکړه چې د ابى‌مَلِک خبره ومنى ځکه چې هغه يې رشته‌دار وو.</verse>
				<verse number="4">هغوئ هغۀ له د بعل‌بريت د لوظ عبادتخانې نه اويا د سپينو زرو سيکې ورکړې او په دې پېسو هغۀ د بې‌کاره بدمعاشانو يوه ډله ځان سره کړه چې ملګرتيا يې وکړى.</verse>
				<verse number="5">هغه په عفره کښې د خپل پلار کور ته لاړو او هلته يې د يو کاڼى دپاسه خپل اويا وروڼه ووژل، چې د جدعون زامن وُو. خو د جدعون کشرے زوئ يوتام پټ شو او ونۀ وژلے شو.</verse>
				<verse number="6">بيا د شِکم او بيت‌مِلو ټول خلق راغونډ شول او په شِکم کښې د څېړۍ پاکې ونې ته لاړل، چرته چې هغوئ ابى‌مَلِک بادشاه جوړ کړو.</verse>
				<verse number="7">کله چې يوتام د دې نه خبر شو، نو هغه لاړو او د ګِرزيم د غرۀ په سر ودرېدو او هغوئ ته يې چغې ووهلې، ”اے د شِکم خلقو، تاسو زما خبره واورئ تاسو زما خبره واورئ تر دې چې خُدائ پاک ستاسو خبره واورى.</verse>
				<verse number="8">يو ځل ونې راغونډې شوې چې د ځان دپاره يو بادشاه خوښ کړى. هغوئ د زيتُونو ونې ته ووئيل چې تۀ زمونږ بادشاه شه.</verse>
				<verse number="9">د زيتُونو ونې جواب ورکړو، ولې زۀ دې د زيتُونو تېل ورکول بند کړم کوم چې د معبودانو او انسانانو د درناوى دپاره استعماليږى صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم.</verse>
				<verse number="10">بيا ونو د اينځر ونې ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه.</verse>
				<verse number="11">خو د اينځر ونې جواب ورکړو، ولې زۀ دې خپله خوَږه مېوه پېدا کول بند کړم، صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم.</verse>
				<verse number="12">نو بيا ونو د انګورو بوټى ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه.</verse>
				<verse number="13">خو د انګورو بوټى ورته په جواب کښې ووئيل، ولې زۀ دې خپل مے پېدا کول بند کړم، چې په دې باندې معبودان او انسانان خوشحاليږى، صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم.</verse>
				<verse number="14">نو بيا ټولو ونو د ازغو غنې ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه.</verse>
				<verse number="15">د ازغو غنې جواب ورکړو چې، کۀ تاسو په رښتيا سره ما خپل بادشاه جوړول غواړئ، نو زما د سورى لاندې پناه واخلئ. کۀ تاسو داسې ونۀ کړل نو زما د ازغو څانګو نه به اور بل شى او د لبنان د دِيار ونې به وسوزوى.“</verse>
				<verse number="16">نو يوتام خپله خبره جارى وساتله چې، ”کله تاسو ابى‌مَلِک بادشاه جوړ کړو نو تاسو په رښتيا مخلِصه او رښتونى وئ څۀ؟ تاسو د جدعون د ياد څۀ درناوى وکړو او د هغۀ د خاندان سره مو ښۀ سلوک وکړو څۀ لکه څنګه چې د هغۀ د کارونو حق جوړيږى؟</verse>
				<verse number="17">هغه راپه ياد کړئ چې زما پلار ستاسو دپاره جنګ وکړو. هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو چې تاسو د ميديانيانو نه بچ کړى.</verse>
				<verse number="18">خو نن تاسو زما د پلار د خاندان خِلاف شوئ. تاسو د هغۀ زامن اويا سړى د يو کاڼى دپاسه ووژل او دا ځکه چې د هغۀ د وينځې زوئ ابى‌مَلِک ستاسو رشته‌دار دے او تاسو هغه د شِکم بادشاه جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="19">کۀ تاسو نن د جدعون او د هغۀ اولاد سره د عزت او ښۀ ايمان سلوک وکړو، نو تاسو دې د ابى‌مَلِک نه خوشحاله شئ او هغه دې ستاسو نه خوشحاله شى.</verse>
				<verse number="20">خو کۀ داسې نۀ وى نو ابى‌مَلِک ته دې اور بل شى او د شِکم او بيت‌مِلو خلق دې وسوزوى. د شِکم او بيت‌مِلو د خلقو نه دې اور بل شى او ابى‌مَلِک دې وسوزوى.“</verse>
				<verse number="21">يوتام د خپل ورور ابى‌مَلِک نه يرېدو نو ځکه هغه وتښتېدو او بير ته د اوسېدو دپاره لاړو.</verse>
				<verse number="22">ابى‌مَلِک په بنى اِسرائيلو باندې درې کاله بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="23">بيا خُدائ پاک د ابى‌مَلِک او د شِکم د خلقو په مينځ کښې دشمنى پېدا کړه او هغوئ د ابى‌مَلِک خِلاف بغاوت وکړو.</verse>
				<verse number="24">داسې د دې دپاره وشول چې ابى‌مَلِک او د شِکم خلقو ته د خپلو بدو سزا مِلاو شى چا چې د هغۀ مدد کړے وو چې د جدعون اويا زامن ووژنى.</verse>
				<verse number="25">د شِکم خلقو د ابى‌مَلِک خِلاف د غرونو په سرونو باندې په پټ ځائ کښې سړى کښېنول او هر څوک هم چې په هغه لاره تېرېدل نو هغوئ به يې لوټ کول. نو ابى‌مَلِک د دې نه خبر شو.</verse>
				<verse number="26">د عبيد زوئ جعل د خپلو وروڼو سره شِکم ته راغلو او د هغه ځائ خلقو په هغۀ باندې اعتبار وکړو.</verse>
				<verse number="27">هغوئ ټول خپلو د انګورو باغونو ته دننه لاړل او انګور يې راوشوکول او مے يې ترې نه جوړ کړل او يوه مېله يې جوړه کړه. هغوئ د خپل خُدائ د عبادت ځائ ته لاړل، چرته چې هغوئ خوراک څښاک وکړو او ابى‌مَلِک ته يې کنځل وکړل.</verse>
				<verse number="28">د عبيد زوئ جعل ووئيل، ”دا په شِکم کښې مونږ څۀ قِسم سړى يُو؟ مونږ د ابى‌مَلِک خِدمت ولې کوُو؟ هغۀ دے څوک؟ هغه د جدعون زوئ دے. او زبول ته د هغۀ نه حُکم ملاويږى، خو مونږ ولې د هغۀ خِدمت وکړُو؟ د خپل پلار نيکۀ همور وفادار اوسئ، چا چې ستاسو د قبيلې بنياد اېښے وو.</verse>
				<verse number="29">زما دا ارمان دے چې زۀ د دې خلقو مشر وے نو ما به د ابى‌مَلِک نه ځان خلاص کړے وے. ما به هغۀ ته وئيلى وے چې خپل لښکر تيار کړه او بهر د جنګ دپاره راووځه.“</verse>
				<verse number="30">د هغه ښار حکمران زبول چې کله هغه څۀ واورېدل چې جعل وئيلى وُو نو په غصه شو.</verse>
				<verse number="31">هغۀ په ارومه کښې ابى‌مَلِک ته پېغام وړُونکى ولېږل چې داسې ورته ووائى، ”د عبيد زوئ جعل او د هغۀ وروڼه شِکم ته راغلى دى او هغوئ د ښار خلق لمسوى چې ستا خِلاف بغاوت وکړى.</verse>
				<verse number="32">نو اوس، تا او ستا خلقو له په کار دى چې لاړ شئ او په پټو کښې پټ شئ.</verse>
				<verse number="33">سبا سحر چې څنګه نمر راوخېژى نو تاسو پاڅئ او په ښار باندې ناڅاپه حمله وکړئ. نو چې کله جعل او د هغۀ سړى ستاسو خِلاف راوځى، نو چې څۀ مو خوښه وى هغه ورسره وکړئ.“</verse>
				<verse number="34">نو ابى‌مَلِک او د هغۀ ټول سړى د شپې لاړل او د شِکم نه بهر په څلورو ډلو کښې پټ شول.</verse>
				<verse number="35">نو د عبيد زوئ جعل بهر تلے وو او د ښار د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او هم په هغه وخت ابى‌مَلِک د خپلو فوجيانو سره د پټو ځايونو نه راووتلو.</verse>
				<verse number="36">جعل هغوئ وليدل او زبول ته يې ووئيل، ”ګوره، د غرونو د سرونو نه سړى راروان دى.“ زبول جواب ورکړو، ”هغه سړى نۀ دى. هغه صرف د غرونو سورى دى.“</verse>
				<verse number="37">جعل ورته بيا ووئيل، ”ګوره، د غرۀ د سر نه سړى راکوزيږى او يوه ډله د قسمت ښودونکى څېړۍ د ونې نه په لار راروانه ده.“</verse>
				<verse number="38">بيا زبول هغۀ ته ووئيل، ”اوس ستا لافې چرته دى؟ تۀ هم هغه کس وې چې تا وئيل چې مونږ د دې سړى ابى‌مَلِک خِدمت ولې وکړُو. دا هغه سړى دى چې تا ورسره د نفرت سلوک کولو. اوس لاړ شه او جنګ ورسره وکړه.“</verse>
				<verse number="39">جعل د شِکم خلق بوتلل او د ابى‌مَلِک سره يې جنګ وکړو.</verse>
				<verse number="40">جعل وتښتېدو او ابى‌مَلِک ورپسې وو. د ښار د دروازې نه د ننوتلو نه مخکښې ډېر کسان زخميان شول.</verse>
				<verse number="41">ابى‌مَلِک په ارومه کښې اوسېدو او زبول د شِکم نه جعل او د هغۀ وروڼه وشړل، نور هلته نۀ شول اوسېدلے.</verse>
				<verse number="42">په ورپسې ورځ ابى‌مَلِک ته پته ولګېده چې د شِکم خلق پټو ته راووتل،</verse>
				<verse number="43">نو هغۀ خپل سړى بوتلل، په درېو ډلو کښې يې تقسيم کړل، په پټو کښې پټ شول او اِنتظار يې کولو. کله چې هغۀ وليدل چې خلق د ښار نه بهر روان دى، نو هغه د پټ ځائ نه د هغوئ د وژلو دپاره راووتلو.</verse>
				<verse number="44">کله چې ابى‌مَلِک او د هغۀ قبيله په تېزۍ سره د ښار د دروازې د حِفاظت دپاره مخکښې شوه، نو هغه دوو نورو ډلو په پټو کښې په خلقو باندې حمله وکړه او ټول يې ووژل.</verse>
				<verse number="45">ټوله ورځ جنګ جارى وو. ابى‌مَلِک ښار قبضه کړو، د هغې خلق يې ووژل، ښار يې وران کړو او زمکه يې په مالګه پټه کړه.</verse>
				<verse number="46">کله چې د شِکم په قلعه کښې ټول مشران سړى د دې نه خبر شول، نو هغوئ د بعل‌بريت د لوظ عبادتخانې په مضبوط ځائ کښې پناه ولټوله.</verse>
				<verse number="47">ابى‌مَلِک خبر شو چې هغوئ هلته راغونډ شوى دى،</verse>
				<verse number="48">نو هغه د خپلو سړو سره د ضلمون غر ته وختلو. هلته هغۀ يو تبر واخستلو، د ونې څانګه يې ماته کړه او په خپله اوږه يې کېښوده. هغۀ خپلو سړو ته ووئيل چې، ”زر شئ او هم دغه شان وکړئ.“</verse>
				<verse number="49">نو هر يو سړى د ونې څۀ څانګې ماتې کړې، بيا هغوئ ابى‌مَلِک پسې لاړل او لرګى يې د قلعې دېوالونو سره ډېرے کړل. هغوئ په دې باندې اور بَل کړو، هغه دننه خلق د نورو ټولو خلقو سره مړۀ شول چې په قلعه کښې وُو. دا تقريباً زر سړى او ښځې وې.</verse>
				<verse number="50">ابى‌مَلِک تيبض ته لاړو، د ښار نه يې ګېره واچوله او قبضه يې کړو.</verse>
				<verse number="51">هلته يو مضبوط برج وو او په ښار کښې هر يو سړى او ښځې، سره د مشرانو هغې ته ورمنډه کړه. خپل ځانونه يې په کښې بند کړل او پاس چت ته وختل.</verse>
				<verse number="52">کله چې ابى‌مَلِک په برج باندې حمله کولو له راغلو، نو هغه دروازې ته ورَغلو چې په برج باندې اور بَل کړى.</verse>
				<verse number="53">خو يوې ښځې د هغۀ په سر باندې د بره نه د ژرندې پل وروغورزولو او د هغۀ کوپړۍ يې ماته کړه.</verse>
				<verse number="54">نو هغۀ زر هغه زلمے راوغوښتلو کوم چې د هغۀ وسله وړله او حُکم يې ورکړو، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه. زۀ دا نۀ غواړم چې څوک ووائى چې زۀ يوې ښځې وژلے يم.“ نو هغه زلمى ترې نه تُوره په بل طرف وويستله او هغه مړ شو.</verse>
				<verse number="55">کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې ابى‌مَلِک مړ شو، نو هغوئ ټول کور ته لاړل.</verse>
				<verse number="56">نو داسې خُدائ پاک ابى‌مَلِک له د هغو بدو بدله ورکړه کوم بد چې هغۀ د خپل پلار خِلاف کړى وُو چې اويا وروڼه يې وژلى وُو.</verse>
				<verse number="57">خُدائ پاک د شِکم خلقو له هم د هغوئ د بدمعاشۍ په وجه سخته سزا ورکړه، څنګه چې د جدعون زوئ يوتام وئيلى وُو چې په هغوئ به داسې کيږى چې کله هغۀ پرې لعنت وئيلو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">د ابى‌مَلِک د مرګ نه پس د دودو نمسے او د فُوه زوئ، تولع د بنى اِسرائيلو د بچ کولو دپاره راغلو. هغه د يساکار د قبيلې نه وو او د اِفرائيم د غرونو په مُلک سمير کښې اوسېدو.</verse>
				<verse number="2">هغه درويشت کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو. بيا هغه مړ شو او په سمير کښې ښخ شو.</verse>
				<verse number="3">د تولع نه پس يائير د جِلعاد نه راغلو. هغه دوويشت کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.</verse>
				<verse number="4">د هغۀ دېرش زامن وُو چا چې په دېرشو خرونو سورلى کړې وه. د جِلعاد په مُلک کښې د هغوئ دېرش ښارونه وُو، چې تر اوسه پورې د يائير په نوم ياديږى.</verse>
				<verse number="5">يائير مړ شو او په قامون کښې ښخ شو.</verse>
				<verse number="6">بنى اِسرائيلو يو ځل بيا د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د بعل او عستارات او هم داسې د شام، د صيدا، د موآب، د عمون او د فلستيانو د معبودانو عبادت يې وکړو. هغوئ مالِک خُدائ پرېښودو او د هغۀ عبادت کول يې بس کړل.</verse>
				<verse number="7">نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو او فلستيانو او عمونيانو له يې موقع ورکړه چې بنى اِسرائيلو له شکست ورکړى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ اتلس کاله هغه ټول بنى اِسرائيل په تکليف کښې واچول او ظلم زياتے يې ورسره کولو کوم چې په جِلعاد کښې د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو په مُلک کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="9">عمونيان د اُردن نه هم پورې وتل چې د يهوداه، بنيامين او اِفرائيم قبيلو سره جنګ وکړى. بنى اِسرائيليان په سخت کړاؤ کښې وُو.</verse>
				<verse number="10">نو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او وې وئيل، ”مونږ ستا خِلاف ګناه کړې ده، ځکه چې مونږ تۀ، زمونږ خپل خُدائ پاک پرېښودې او د بعل د بُتانو عبادت مو وکړو.“</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ هغوئ له دا جواب ورکړو، ”مِصريانو، اموريانو، عمونيانو، فلستيانو،</verse>
				<verse number="12">صيدانيانو، عماليقيانو او ماعونيانو په تېره زمانه کښې تاسو سره ظلم زياتے کولو او تاسو ما ته فرياد وکړو. ما تاسو د هغوئ نه بچ نۀ کړئ څۀ؟</verse>
				<verse number="13">خو تاسو بيا هم زۀ پرېښودم او د نورو معبودانو عبادت مو وکړو، نو زۀ به بيا تاسو نۀ بچ کوم.</verse>
				<verse number="14">لاړ شئ او هغه معبودانو ته فرياد وکړئ چې تاسو خوښ کړى دى. کله چې تاسو په تکليف کښې يئ نو هغوئ له موقع ورکړئ چې تاسو بچ کړى.“</verse>
				<verse number="15">خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته ووئيل، ”مونږ ګناه کړې ده. څۀ چې ستا خوښه وى نو هغه راسره وکړه، خو نن مونږ بچ کړه.“</verse>
				<verse number="16">نو هغوئ د پردو معبودانو نه ځان خلاص کړو او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو، نو د بنى اِسرائيلو په تکليف باندې د هغۀ زړۀ وسوزېدو.</verse>
				<verse number="17">بيا د عمونيانو لښکر د جنګ دپاره تيارے وکړو او په جِلعاد کښې يې خېمې ولګولې. بنى اِسرائيل هم راغونډ شول او په مصفاه کښې يې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="18">هلته خلقو او د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو يو بل ته ووئيل، ”څوک چې په عمونيانو باندې وړومبے حمله وکړى نو هغه به د جِلعاد په ټولو خلقو باندې مشر شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">د جِلعاد يو بهادر فوجى اِفتاح د يوې کنجرې زوئ وو. د هغۀ د پلار هم جِلعاد نوم وو.</verse>
				<verse number="2">د جِلعاد د خپلې ښځې نه نور زامن هم وُو او کله چې هغوئ لوئ شول، نو اِفتاح يې مجبور کړو چې د کور نه لاړ شى. هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”تا ته به زمونږ د پلار په ميراث کښې هيڅ هم نۀ ملاويږى، تۀ د بلې ښځې زوئ يې.“</verse>
				<verse number="3">اِفتاح د خپلو وروڼو نه وتښتېدو او د طوب په مُلک کښې اوسېدو. هلته د بې‌کاره بدمعاشانو ډله د هغۀ سره شوه او هغوئ به د هغۀ سره ګرځېدل.</verse>
				<verse number="4">لږه موده پس عمونيان د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ له لاړل.</verse>
				<verse number="5">کله چې داسې وشول نو د جِلعاد مشران لاړل چې اِفتاح د طوب مُلک نه واپس راولى.</verse>
				<verse number="6">هغوئ ووئيل، ”راشه او د عمونيانو خلاف په جنګ کښې زمونږ مشر شه.“</verse>
				<verse number="7">خو اِفتاح ورته ووئيل، ”تاسو زما نه دومره نفرت وکړو چې دې ته مو مجبور کړم چې د خپل پلار د کور نه لاړ شم. اوس چې تاسو په تکليف کښې يئ نو ما له ولې راغلى يئ؟“</verse>
				<verse number="8">هغوئ اِفتاح ته ووئيل، ”اوس مونږ تا له ځکه راواپس شُو چې غواړُو چې مونږ سره لاړ شې او د عمونيانو سره جنګ وکړې او د جِلعاد د ټولو خلقو مشرى وکړې.“</verse>
				<verse number="9">اِفتاح هغوئ ته ووئيل، ”ښه ټيک ده کۀ تاسو ما د ځان سره واپس بوځئ چې عمونيانو سره جنګ وکړم او مالِک خُدائ ما له فتح راکړى، نو زۀ به ستاسو مشر شم.“</verse>
				<verse number="10">هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”مونږ ته منظوره ده. مالِک خُدائ زمونږ ګواه دے.“</verse>
				<verse number="11">نو اِفتاح د جِلعاد مشرانو سره لاړو او خلقو هغه د قبيلو مشر او فوجى مشر جوړ کړو. اِفتاح په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې خپل د تړون خبرې بيان کړې.</verse>
				<verse number="12">بيا اِفتاح د عمون بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”تۀ زمونږ سره څۀ لانجه لرې؟ تا زمونږ په مُلک باندې ولې حمله کړې ده؟“</verse>
				<verse number="13">د عمون بادشاه د اِفتاح پېغام وړونکو ته جواب ورکړو، ”کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه راووتل، نو هغوئ د ارنون سيند نه واخله تر يبوق سيند او د اُردن سيند پورې زما مُلک ونيولو. نو اوس به تۀ ما له دا بغېر د جنګ جګړې واپس راکوې.“</verse>
				<verse number="14">اِفتاح د عمون بادشاه ته واپس پېغام وړُونکى ولېږل</verse>
				<verse number="15">چې داسې ورته ووائى، ”دا رښتيا نۀ دى چې بنى اِسرائيلو د موآب يا د عمون مُلک نيولے دے.</verse>
				<verse number="16">داسې وشول يعنې کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه لاړل، نو هغوئ د صحرا په لاره بحرِقُلزم ته روان شول او قادِس ته راغلل.</verse>
				<verse number="17">بيا هغوئ د ادوم بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل چې اجازت ترې نه وغواړى چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شى. خو د ادوم بادشاه هغوئ نۀ پرېښودل. هغوئ د موآب بادشاه ته هم ووئيل، خو هغۀ هم پرې نۀ ښودل چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شى. نو بنى اِسرائيليان په قادِس کښې ايسار شول.</verse>
				<verse number="18">بيا هغوئ په صحرا کښې روان وُو، د ادوم او د موآب مُلک نه تاوېدل تر دې پورې چې د موآب نمرخاتۀ طرف ته راغلل چې د ارنون سيند بل طرف ته وو. هغوئ هلته خېمې ولګولې، خو هغوئ د ارنون نه پورې نۀ وتل ځکه چې دا د موآب د حد پوله وه.</verse>
				<verse number="19">بيا بنى اِسرائيلو په حسبون کښې د اموريانو بادشاه سيحون ته پېغام وړُونکى ولېږل، چې د هغۀ نه اجازت وغواړى چې هغوئ د هغۀ په مُلک کښې تېر شى او خپل مُلک ته لاړ شى.</verse>
				<verse number="20">خو سيحون بنى اِسرائيليان تېرېدو ته نۀ پرېښودل ځکه چې په هغوئ بې‌اعتباره وو. هغۀ خپل ټول لښکر راغونډ کړو، په يهض کښې يې خېمې ولګولې او په بنى اِسرائيلو يې حمله وکړه.</verse>
				<verse number="21">خو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، بنى اِسرائيلو له په سيحون او د هغۀ په لښکر باندې فتح ورکړه. نو بنى اِسرائيلو د هغه اموريانو هغه ټوله علاقه قبضه کړه کوم چې په هغه مُلک کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="22">هغوئ په جنوب کښې د ارنون نه واخله په شمال کښې تر يبوق پورې او نمرخاتۀ طرف ته د صحرا نه واخله نمرپرېواتۀ طرف ته د اُردن سيند پورې د اموريانو ټوله علاقه قبضه کړه.</verse>
				<verse number="23">نو دا مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک وو چا چې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره اموريان وشړل.</verse>
				<verse number="24">چې تاسو له څۀ هم ستاسو معبود کموس درکړى دى نو هغه به ستاسو سره وى. خو چې مالِک خُدائ، زمونږ خُدائ پاک مونږ له څۀ هم راکړى دى هغه به زمونږ سره وى.</verse>
				<verse number="25">ستاسو خيال دا دے څۀ چې تاسو د موآب د بادشاه د صفور د زوئ بلق نه ښۀ يئ؟ هغۀ کله بنى اِسرائيلو ته د جنګ دعوت ورکړے دے څۀ؟ هغۀ کله زمونږ خِلاف جنګ کړے دے څۀ؟</verse>
				<verse number="26">بنى اِسرائيلو درې سوه کالو راسې حسبون او عيروعير او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه او د ارنون سيند په غاړه ټول ښارونه قبضه کړى دى. تاسو په هغه وخت هغه واپس ولې نۀ وُو نيولى؟</verse>
				<verse number="27">نه، ما ستاسو سره هيڅ بد نۀ دى کړى. تاسو دا بد کوئ چې زما سره جنګ کوئ. مالِک خُدائ قاضى دے. هغه به نن د بنى اِسرائيلو او عمونيانو په مينځ کښې فېصله وکړى چې څوک په حقه دى.“</verse>
				<verse number="28">خو د عمون بادشاه، د اِفتاح د طرف نه دې پېغام ته هيڅ پام ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="29">بيا د مالِک خُدائ روح په اِفتاح نازل شو. هغه په جِلعاد او په منسى کښې تېر شو او په جِلعاد کښې مصفاه ته راواپس شو او د هغه ځائ نه يې د عمونيانو خِلاف روان شو.</verse>
				<verse number="30">اِفتاح د مالِک خُدائ دپاره دا منښته ومنله، ”کۀ تۀ ما له په عمونيانو باندې فتح راکړې،</verse>
				<verse number="31">کۀ زۀ واپس په خېر سره راورسېدم او څوک هم چې زما د کور نه وړومبے زما سره د مِلاوېدو دپاره راووتل نو هغه به د مالِک خُدائ وى نو هغه څيز به هغۀ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړم.“</verse>
				<verse number="32">نو اِفتاح د عمونيانو سره جنګ دپاره د سيند نه پورې وتلو او مالِک خُدائ هغۀ له فتح ورکړه.</verse>
				<verse number="33">هغۀ د عيروعير نه واخله، د مِنيت نه ګېرچاپېره علاقه او تر ابيل کراميم پورې ټول شل ښارونه وران کړل. هلته يو لوئ قتلِ عام وو او عمونيانو د بنى اِسرائيلو نه شکست وخوړو.</verse>
				<verse number="34">کله چې اِفتاح واپس په مصفاه کښې کور ته لاړو، هلته د هغۀ لور د هغۀ سره مِلاوېدو له راروانه وه، ګډېده او تمبل يې وهلو. هغه يې اېک يوه لور وه، د هغۀ نور زامن او لوڼه نۀ وې.</verse>
				<verse number="35">کله يې چې هغه وليده، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”اے زما لورې، زۀ خو به تباه او برباد شم. ما چې د مالِک خُدائ سره کوم لوظ کړے دے، زۀ خو هغه نۀ شم ماتولے.“</verse>
				<verse number="36">هغې ورته ووئيل، ”کۀ تا د مالِک خُدائ سره وعده کړې وى نو تا چې څۀ وئيلى دى نو هم هغه شان ما سره وکړه، ځکه چې مالِک خُدائ ستا دشمنانو عمونيانو نه بدل واخستلو.“</verse>
				<verse number="37">خو هغې خپل پلار ته ووئيل، ”تۀ زما دپاره دا يو کار وکړه، دوه مياشتې ما يواځې پرېږده، چې زۀ د خپلو ملګرو سره د غرونو په علاقه کښې سرګردانه وګرځم او ماتم وکړم ځکه چې زۀ په پېغلتوب کښې مړه کېږم.“</verse>
				<verse number="38">هغۀ ورته ووئيل چې، ”لاړه شه،“ او دؤو مياشتو له يې لرې ولېږله. هغه د خپلو ملګرو سره د غرونو علاقې ته لاړه او ماتم يې وکړو ځکه چې هغه بې‌اولاده او بې‌وادۀ مړه کېدله.</verse>
				<verse number="39">دوه مياشتې پس هغه واپس خپل پلار له راغله. هغۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه يې د مالِک خُدائ سره لوظ کړے وو. او هغه په پېغلتوب کښې مړه شوه او د يو سړى سره يې هم تعلق نۀ وو لرلے نو داسې په بنى اِسرائيلو کښې د دې نه يو رِواج جوړ شو</verse>
				<verse number="40">چې ښځې به هر کال څلور ورځې تلې چې د جِلعاد د اِفتاح د لور دپاره ماتم وکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">د اِفرائيم سړى د جنګ دپاره تيار شول، هغوئ د اُردن سيند نه صفون ته پورې وتل او اِفتاح ته يې ووئيل، ”تۀ د عمونيانو سره جنګ دپاره د حد پولې نه ولې واوړېدلې او مونږ دې راونۀ غوښتلو چې تا سره لاړ شُو؟ مونږ به ستا کور سره تا وسوزوو.“</verse>
				<verse number="2">خو اِفتاح هغوئ ته ووئيل، ”زما او زما د خلقو د عمونيانو سره يوه سخته لانجه وه. ما تاسو راوغوښتلئ، خو تاسو زۀ د هغوئ نه بچ نۀ کړم.</verse>
				<verse number="3">کله چې ما ته پته ولګېده چې تاسو زما د بچ کولو دپاره رانۀ غلئ، نو ما خپل ژوند په خطره کښې واچولو او د حد پولې نه واوړېدم چې د هغوئ سره جنګ وکړم او مالِک خُدائ ما له په هغوئ باندې فتح راکړه. نو اوس تاسو ما سره جنګ کولو له ولې راغلى يئ؟“</verse>
				<verse number="4">بيا اِفتاح د جِلعاد ټول سړى راغونډ کړل، د اِفرائيم د سړو سره يې جنګ وکړو او هغوئ له يې شکست ورکړو ځکه چې د اِفرائيم خلقو وئيلى وُو چې، ”تاسو جِلعاديان تش د اِفرائيم او منسى مفروران يئ.“</verse>
				<verse number="5">د دې دپاره چې اِفرائيميان تښتېدو ته پرې نۀ ږدى، جِلعاديانو هغه ځايونه ونيول چې چرته هغوئ د اُردن نه پورې وتلے شول. کله چې به يو اِفرائيمى هم د تښتېدو کوشش کولو نو هغۀ به د پورې وتو اجازت غوښتو او د جِلعاد سړو به ترې نه تپوس کولو، ”تۀ د اِفرائيم د قبيلې يې څۀ؟“ کۀ هغۀ به ووئيل چې، ”نه،“</verse>
				<verse number="6">هغوئ به ورته ووئيل چې، ”شبوليت ووايه.“ خو هغۀ به ورته په جواب کښې ”سبوليت“ ووئيل ځکه چې هغۀ به دا ټکے صحيح نۀ شو وئيلے. نو هغه به يې ونيولو او د اُردن سيند نه د پورې وتو په ځائ کښې به يې ووژلو. په هغه وخت کښې دوه څلوېښت زره اِفرائيميان ووژلے شول.</verse>
				<verse number="7">اِفتاح شپږ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو. بيا هغه مړ شو او په جِلعاد کښې په يو ښار کښې ښخ شو.</verse>
				<verse number="8">د اِفتاح نه پس، د بيت‌لحم اِبصان د بنى اِسرائيلو قاضى شو.</verse>
				<verse number="9">د هغۀ دېرش زامن او دېرش لوڼه وې. هغۀ خپلې لوڼه د خپلې قبيلې نه بهر وادۀ کړې او خپلو زامنو له يې دېرش ښځې د پردو قبيلو نه وادۀ کړې. اِبصان اووۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو،</verse>
				<verse number="10">بيا هغه مړ شو او په بيت‌لحم کښې ښخ شو.</verse>
				<verse number="11">د اِبصان نه پس، د زبولون ايلون لس کاله د بنى اِسرائيلو قاضى شو.</verse>
				<verse number="12">بيا هغه مړ شو او د زبولون په علاقه په ايالون کښې ښخ شو.</verse>
				<verse number="13">د ايلون نه پس، د فِرعاتون نه د هليل زوئ عبدون د بنى اِسرائيلو قاضى شو.</verse>
				<verse number="14">د هغۀ څلوېښت زامن او دېرش نمسى وُو، چې هر يو په خپل خر باندې سورلى کوله. عبدون اتۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو،</verse>
				<verse number="15">بيا هغه مړ شو او په فِرعاتون کښې ښخ شو چې دا ځائ د عماليقيانو د غرونو په مُلک کښې د اِفرائيم په علاقه کښې وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو هغۀ فلستيان پرېښودل چې څلوېښت کاله پرې حکومت وکړى.</verse>
				<verse number="2">په هغه وخت کښې د صُرعا په ښار کښې د دان قبيلې يو سړے وو چې نوم يې منوحه وو، د هغۀ ښځه شنډه وه او بچى يې نۀ وُو.</verse>
				<verse number="3">د مالِک خُدائ فرښته هغې ته راڅرګنده شوه او ورته يې وفرمائيل، ”تۀ هيڅکله د بچو د پېدا کېدو جوګه شوې نۀ يې، خو تۀ به زر اُميدواره شې او يو زوئ به دې وشى.</verse>
				<verse number="4">خيال کوه چې مے يا شراب ونۀ څښې او نۀ چې حرام څيز وخورې،</verse>
				<verse number="5">او ستا د زوئ پېدا کېدو نه پس هيڅکله چې د هغۀ وېښتۀ پرې نۀ کړې، ځکه چې د هغۀ د پېدا کېدو د ورځې نه به هغه خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف وى. هغه به د فلستيانو نه د بنى اِسرائيلو بچ کول شروع کړى.“</verse>
				<verse number="6">بيا هغه ښځه لاړه او خپل خاوند ته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک يو سړے ما له راغلو، هغه د خُدائ پاک د فرښتې په شان هيبتناک ښکارېدو. ما د هغۀ نه تپوس ونۀ وکړو چې د کوم ځائ نه راغلے يې، نو هغۀ ما ته خپل نوم هم ونۀ ښودلو.</verse>
				<verse number="7">خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې زۀ به اُميدواره شم او يو زوئ به مې وشى. هغۀ راته وفرمائيل چې مے يا شراب مۀ څښه او نۀ چې حرام څيز وخورې، ځکه چې تر کومې پورې هغه ماشوم ژوندے وى نو هغه به خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف وى.“</verse>
				<verse number="8">نو منوحه مالِک خُدائ ته سوال وکړو، ”مالِکه خُدايه، د خُدائ پاک هغه سړے کوم چې تا رالېږلے وو هغه پرېږده چې بيا مونږ له راشى او مونږ ته وښائى چې کله هغه هلک پېدا شى نو مونږ د هغۀ سره څۀ وکړُو.“</verse>
				<verse number="9">منوحه چې کوم سوال کړے وو نو خُدائ پاک هم هغه شان وکړل او چې کله هغه ښځه په پټو کښې ناسته وه نو د خُدائ پاک هغه فرښته ورله واپس راغله، خو د هغې خاوند منوحه د هغې سره نۀ وو.</verse>
				<verse number="10">نو هغې سمدستى منډه کړه او خپل خاوند ته يې ووئيل، ”ګوره، هغه بله ورځ چې کوم سړے ما له راغلے وو هغه بيا ما ته څرګند شوے دے.“</verse>
				<verse number="11">منوحه پاڅېدو او خپلې ښځې پسې لاړو. هغه سړى له ورَغلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”آيا تۀ هغه سړے يې څۀ چا چې زما د ښځې سره خبرې کولې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زۀ هم هغه يم.“</verse>
				<verse number="12">نو منوحه ترې نه تپوس وکړو، ”کله چې ستا خبره رښتيا شى، نو د هغه هلک د ژوند اصُول به څۀ وى او د هغۀ کار به څۀ وى؟“</verse>
				<verse number="13">د مالِک خُدائ فرښتې ورته وفرمائيل، ”ستا ښځه به دا خبره يقينى کړى چې هغه هر څۀ وکړى چې څۀ ما ورته وئيلى دى.</verse>
				<verse number="14">هغه به داسې يو څيز هم نۀ خورى چې د انګورو باغ نه راځى، هغه به يو قِسم مے هم نۀ څښى او نۀ به حرام څيز خورى. هغه به خامخا هغه هر څۀ کوى چې ما ورته وئيلى دى.“</verse>
				<verse number="15">منوحه ته پته نۀ وه چې دا د مالِک خُدائ فرښته ده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”مونږ سره لږ ايسار شه او مونږ پرېږده چې تا له يو د چېلۍ بچے پوخ کړُو.“ خو فرښتې ورته وفرمائيل، ”کۀ زۀ ستاسو سره ايساره شم، نو زۀ به ستاسو خوراک نۀ خورم. کۀ تاسو دا پَخول غواړئ، نو دا مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه وسوزوئ.“</verse>
				<verse number="16"></verse>
				<verse number="17">منوحه ورته ووئيل، ”مونږ ته خپل نوم وښايه، چې کله ستا خبره رښتيا شى نو مونږ به ستا عزت وکړُو.“</verse>
				<verse number="18">فرښتې ورته وفرمائيل، ”تۀ زما د نوم تپوس ولې کوې؟ دا يو داسې عجيبه نوم دے چې تۀ به ورباندې پوهه نۀ شې.“</verse>
				<verse number="19">نو منوحه د چېلۍ يو بچے او څۀ غله واخستله او د ګټ په قربان‌ګاه باندې يې مالِک خُدائ ته پېش کړه. او چې کله منوحه او د هغۀ ښځې ورته کتل نو مالِک خُدائ يو عجيبه کار وکړو.</verse>
				<verse number="20">په کوم وخت کښې چې د قربان‌ګاه نه لمبې ختلې، نو منوحه او د هغۀ ښځې وليدل چې د مالِک خُدائ فرښته د اور په لمبو کښې بره آسمان ته وختله او منوحه او د هغۀ ښځه پړمخې په زمکې پرېوتل. خو هغوئ هغه سړے بيا ونۀ ليدو نو هغوئ ته پته ولګېده چې دا د مالِک خُدائ فرښته وه.</verse>
				<verse number="21"></verse>
				<verse number="22">منوحه خپلې ښځې ته ووئيل، ”په دې کښې څۀ شک نشته چې مونږ به مړۀ شُو، ځکه چې مونږ خُدائ پاک ليدلے دے.“</verse>
				<verse number="23">خو ښځې يې جواب ورکړو، ”کۀ مالِک خُدائ زمونږ وژل غوښتلے، نو هغۀ به هيڅکله زمونږ نذرانې نۀ قبلولې، نو هغۀ به مونږ ته دا هر څۀ نۀ ښودلے او نۀ به يې راته دا خبرې کړې وې.“</verse>
				<verse number="24">نو د هغۀ د ښځې يو زوئ وشو او سمسون نوم يې ورباندې کېښودو. هغه ماشوم لوئېدو او مالِک خُدائ برکت ورکړو.</verse>
				<verse number="25">او د مالِک خُدائ روح هغه په هغه وخت کښې تکړه کړو چې کله هغه د صُرعا او اِستال په مينځ کښې د دان په کېمپ کښې وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">يوه ورځ سمسون تمنت ته لاړو، هلته يې يوه پېغله فلستى وليده.</verse>
				<verse number="2">هغه واپس کور ته لاړو او خپل مور پلار ته يې وفرمائيل، ”په تمنت کښې ما يوه فلستى جينۍ ليدلې ده او اوس هغه ما ته وادۀ کړئ.“</verse>
				<verse number="3">خو مور پلار يې ورته ووئيل، ”ستا په خپلوانو يا زمونږ په ټولو خلقو کښې جينۍ نشته څۀ، چې تۀ خامخا ځې او په ناسنته فلستيانو کښې جينۍ کوې؟“ خو سمسون خپل پلار ته وفرمائيل، ”هغه جينۍ ما له وکړه ځکه چې هغه مې خوښه ده.“</verse>
				<verse number="4">مور پلار ته يې دا پته نۀ وه چې په دې کار کښې د مالِک خُدائ لاس وو، ځکه چې مالِک خُدائ د فلستيانو سره د جنګ دپاره يوه موقع لټوله. په هغه وخت کښې فلستيانو په بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو.</verse>
				<verse number="5">نو سمسون د خپل مور پلار سره تمنت ته لاړو. کله چې هلته هغوئ د انګورو په باغونو کښې تېرېدل، هغۀ آواز واورېدو چې يو ځوان زمرے هغۀ ته مخامخ غوريږى.</verse>
				<verse number="6">د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ نازل شو او سمسون يې تکړه کړو او په تشو لاسونو يې زمرے ټوټې ټوټې کړو، لکه چې دا د چېلۍ بچے وى. خو هغۀ خپل مور پلار ته د دې په حقله ونۀ وئيل.</verse>
				<verse number="7">بيا هغه لاړو او د هغه جينۍ سره يې خبرې وکړې او هغه يې خوښه شوه.</verse>
				<verse number="8">يو څو ورځې پس سمسون د هغې سره وادۀ کولو دپاره واپس لاړو. په لاره کښې هغه راوګرځېدو چې د هغه ازمرى لاش وګورى چې کوم يې وژلے وو او هغۀ وليدل چې د دې په لاش کښې دننه ډېرې مچۍ او شات هم وُو.</verse>
				<verse number="9">هغۀ شات د لاسونو سره راوويستل او په روانه کښې يې خوړل. بيا هغۀ خپل مور او پلار له هم يوړل او لږ يې ترې نه ورکړل او هغوئ هم وخوړل، خو سمسون ونۀ فرمائيل چې دا شات يې د مړ ازمرى نه راويستلى دى.</verse>
				<verse number="10">د هغۀ پلار د هغه جينۍ کور ته لاړو او سمسون هلته لويه مېلمستيا وکړه. هلته د ځوانانو دا رِواج وو.</verse>
				<verse number="11">کله چې فلستيانو هغه وليدو، نو هغوئ دېرش ځوانان ملګرى ورولېږل چې د هغۀ سره ايسار شى.</verse>
				<verse number="12">سمسون هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ به ستاسو نه د يو سخت سوال تپوس وکړم. کۀ تاسو يې ما له د روټۍ په دې اوو ورځو کښې جواب راکړو، نو زۀ به تاسو له د کتان دېرش چُوغې او دېرش جوړه جامې درکړم. خو کۀ جواب مو رانۀ کړو نو ما له به تاسو د کتان دېرش چُوغې او دېرش جوړه جامې راکوئ.“ هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته خپل سخت سوال ووايه، چې مونږ يې واورو.“</verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14">هغۀ ورته وفرمائيل، ”د خوړونکى نه د خوراک څۀ شے راووتلو، د تکړه شى نه څۀ خوږ شے راووتلو.“ درې ورځې وروستو هم هغوئ د دې سخت سوال جواب ورنۀ کړے شو.</verse>
				<verse number="15">په څلورمه ورځ هغوئ د سمسون ښځې ته ووئيل، ”خپل خاوند وغولوه چې مونږ ته د دې سخت سوال مطلب وښائى. کۀ تا ونۀ ښودلو نو مونږ به ستا د پلار په کور اور ولګوو او تا به هم په کښې وسوزوو. تا مونږ د دې دپاره راغوښتى يُو څۀ چې غريبانان شُو؟ کۀ داسې نۀ ده؟“</verse>
				<verse number="16">نو د سمسون ښځه په ژړا هغۀ له ورغله او ورته يې ووئيل، ”تۀ زما سره مينه نۀ کوې. تۀ زما نه کرکه کوې. تا زما د خلقو نه د سخت سوال تپوس وکړو او ما ته دې ونۀ وئيل چې د دې مطلب څۀ دے.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل مور پلار ته هم نۀ دى وئيلى. نو زۀ تا ته ولې ووايم؟“</verse>
				<verse number="17">هغې د دې په حقله د خېرات په ټولو اوو ورځو کښې ژړل. خو په اوومه ورځ هغۀ ورته د دې سخت سوال مطلب وښودلو، ځکه چې هغې د دې په حقله هغه ډېر تنګ کړو. بيا هغې فلستيانو ته ووئيل.</verse>
				<verse number="18">نو په اوومه ورځ د نمر پرېوتو نه مخکښې، د ښار سړو هغۀ ته ووئيل، ”د شاتو نه به خوږ څۀ شے وى؟ د ازمرى نه به تکړه څۀ شے وى؟“ سمسون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ تاسو زما په غوا يوې نۀ وے کړے، نو تاسو به د دې سخت سوال جواب نۀ وے راکړے.“</verse>
				<verse number="19">د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ باندې راغلو او هغه يې تکړه کړو او هغه لاندې اسقلون ته لاړو، چرته چې يې دېرش سړى ووژل، جامې يې ترېنه وويستلې او د هغوئ جامې يې هغه سړو له ورکړې چا چې هغه سخت سوال حل کړے وو. د هغې نه پس هغه واپس د خپل پلار کور ته لاړو، چې څۀ شوى وُو په هغې باندې سخت غصه وو،</verse>
				<verse number="20">او د سمسون ښځه هغه سړى له ورکړے شوه چې کوم د هغۀ په وادۀ کښې د هغۀ ښۀ ملګرے وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">لږه موده وروستو سمسون د غنمو د لَو په وخت کښې د خپلې ښځې سره مِلاوېدو دپاره لاړو او يو د چېلۍ بچے يې ورله بوتلو. هغۀ د هغې پلار ته وفرمائيل، ”زۀ غواړم چې د خپلې ښځې کوټې ته لاړ شم او ورسره څملم.“ خو د هغې پلار هغه دننه نۀ پرېښودو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ سمسون ته ووئيل، ”په حقيقت کښې زما خيال دا وو چې تۀ د هغې نه کرکه کوې، نو ما هغه ځکه ستا ښۀ ملګرى له ورکړه. خو کشره خور يې ترې نه ښائسته ده، د هغې په ځائ دا وکړه.“</verse>
				<verse number="3">سمسون وفرمائيل، ”دا ځل چې زۀ د فلستيانو سره څۀ کوم نو د هغې اِلزام دې په ما نۀ شى لګولے.“</verse>
				<verse number="4">نو هغه لاړو او درې سوه لومبړې يې ونيولې. د دؤو دؤو لومبړو لکۍ يې وتړلې او د دې په غوټو کښې يې چراغونه کېښودل.</verse>
				<verse number="5">بيا هغۀ چراغونه بل کړل او لومبړې يې د فلستيانو فصلونو طرف ته پرېښودلې. نو داسې هغه ګېډۍ شوے فصل او ولاړ فصل يې وسوزولو او د انګورو او زيتُونو باغونه يې هم ورسره وسوزول.</verse>
				<verse number="6">کله چې فلستيانو تپوس وکړو چې، ”دا چا کړى دى؟“ نو هغوئ خبر شول چې دا سمسون کړى دى، ځکه چې د تمنت يو سړى يعنې د هغۀ سخر، د سمسون ښځه د سمسون ملګرى له ورکړې وه. نو فلستيان لاړل او هغه ښځه او د هغې پلار يې په اور وسوزول.</verse>
				<verse number="7">سمسون هغوئ ته وفرمائيل، ”چې تاسو دا کار کړے دے نو په دې وجه زۀ قسم خورم چې تر هغې پورې به زۀ قلار نۀ شم چې ترڅو پورې مې ستاسو نه بدل نۀ وى اخستے.“</verse>
				<verse number="8">نو هغۀ په دوئ باندې سخته حمله وکړه او ډېر کسان يې ترې نه ووژل. بيا هغه لاړو او د ايتام غر په يو غار کښې ايسار شو.</verse>
				<verse number="9">فلستيان راغلل او په يهوداه کښې يې خېمې ولګولې او د لحى په ښار يې حمله وکړه.</verse>
				<verse number="10">د يهوداه سړو د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو په مونږ باندې ولې حمله کوئ؟“ هغوئ په جواب کښې ورته ووئيل، ”مونږ د دې دپاره راغلى يُو چې سمسون قېدى بوځُو او هم هغه شان ورسره وکړُو چې څۀ يې زمونږ سره کړى وُو.“</verse>
				<verse number="11">نو د يهوداه درې زره سړى د ايتام د غرۀ هغه غار ته لاړل او سمسون ته يې ووئيل، ”تا ته پته نشته څۀ چې فلستيان په مونږ باندې حکومت کوى؟ تا مونږ سره څۀ کړى دى؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما د هغوئ سره هم هغه شان وکړل چې څۀ يې زما سره کړى وُو.“</verse>
				<verse number="12">هغوئ ووئيل، ”مونږ دلته د دې دپاره راغلى يُو چې تا وتړُو، نو داسې به تا هغوئ ته په حواله کړُو.“ سمسون وفرمائيل، ”ما ته قسم وخورئ چې تاسو به په خپله ما نۀ وژنئ.“</verse>
				<verse number="13">هغوئ ورته ووئيل، ”ټيک ده، مونږ به صِرف تا وتړُو او هغوئ ته به دې حواله کړُو. مونږ تا نۀ وژنو.“ نو هغوئ هغه په دؤو نوؤ پړو وتړلو او د غرۀ نه يې په زور بوتلو.</verse>
				<verse number="14">کله چې هغه لحى ته راغلو، نو فلستيانو د هغۀ طرف ته منډې وهلې او هغۀ ته يې چغې وهلې. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه هغه تکړه کړو، نو هغۀ د خپلو لاسونو او مټو نه تاو شوى پړى داسې وشلول لکه چې سوزېدلى تارونه وى.</verse>
				<verse number="15">بيا هغۀ د خر د ژامنې يو تازه هډُوکے وموندو. هغه ورټيټ شو او راوچت يې کړو او زر سړى يې ورباندې ووژل.</verse>
				<verse number="16">او هغۀ ووئيل، ”د خر د ژامنې هډُوکى سره ما زر سړى ووژل، د خر د ژامنې هډُوکى سره ما هغوئ ډېرے ډېرے کړل.“</verse>
				<verse number="17">د هغې نه پس هغۀ د ژامنې هډُوکے وغورزولو. چرته چې دا کار وشو نو د هغه ځائ نوم د ژامنې غر شو.</verse>
				<verse number="18">بيا سمسون سخت تږے شو، نو هغۀ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او وې فرمائيل، ”تا ما له دا لويه فتح راکړې ده، اوس زۀ د تندې نه مرم او د ناسنته په لاسونو کښې به وغورزېږم؟“</verse>
				<verse number="19">نو خُدائ پاک هلته د لحى په زمکه کښې يو خالى ځائ کولاو کړو او اوبۀ ترې نه راووتلې. سمسون اوبۀ وڅښلې او تازه دم شو. نو هغۀ په دې باندې دا نوم کېښودو، ”د چغې وهونکى چينه“ او دا تر اوسه پورې په لحى کښې ده.</verse>
				<verse number="20">د فلستيانو په دور کښې سمسون شل کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">سمسون يوه ورځ فلستى ښار غزه ته لاړو، هلته د يوې کنجرې سره مِلاو شو او د هغې سره څملاستو.</verse>
				<verse number="2">د غزه خلقو ته پته ولګېده چې سمسون هلته دے، نو هغوئ هغه ځائ نه ګېره واچوله او د ښار په دروازه کښې يې ټوله شپه د هغۀ اِنتظار وکړو. ټوله شپه هغوئ غلى وُو، د خپلو ځانونو سره يې دا سوچ کولو چې، ”د سحر رڼا پورې به مونږ اِنتظار وکړُو او بيا به هغه ووژنو.“</verse>
				<verse number="3">خو سمسون تر نيمې شپې پورې د کنجرې سره پروت وو. بيا هغه پاڅېدو او د ښار دروازه يې ونيوله او د تمبو، دُرشلو، تالو او هر څۀ سره يې وويستله. هغۀ دا په خپلو اوږو باندې کېښودل او د هغه غر سر پورې يې يوړل چرته نه چې حبرون ښکارېدو.</verse>
				<verse number="4">د هغې نه پس، سمسون په يوه ښځه باندې مئين شو چې نوم يې دليله وو، چې هغه د سورِق په مېدان کښې اوسېده.</verse>
				<verse number="5">هغه پينځۀ فلستى بادشاهان هغې له لاړل او ورته يې ووئيل، ”سمسون وغولوه چې تا ته ووائى چې هغه دومره تکړه ولې دے او مونږ په هغۀ باندې څنګه غالِب راتلے شُو، چې وې تړُو او کمزورے يې کړُو. مونږ هر يو به تا له يوولس سوه د سپينو زرو سيکې درکړُو.“</verse>
				<verse number="6">نو دليلې سمسون ته ووئيل، ”مِهربانى وکړه ما ته ووايه چې تۀ په څۀ څيز دومره تکړه يې. کۀ څوک تا تړل او کمزورے کول وغواړى نو هغه داسې څنګه کولے شى؟“</verse>
				<verse number="7">سمسون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ هغوئ د ليندې په اوو نوؤ مزو باندې ما وتړى چې هغه تازه وى او اوچ شوى نۀ وى، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے شم.“</verse>
				<verse number="8">نو فلستى بادشاهانو دليلې له د ليندې اووۀ مزى راوړل چې اوچ شوى نۀ وُو او هغې پرې سمسون وتړلو.</verse>
				<verse number="9">په بله کوټه کښې د هغې څۀ سړو اِنتظار کولو، نو هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ خو هغۀ د ليندې مزى داسې وشلول لکه چې په تارونو باندې اور ولګى او وشليږى. خو هغوئ ته بيا هم د هغۀ د طاقت د راز پته ونۀ لګېده.</verse>
				<verse number="10">دليلې سمسون ته ووئيل، ”ګوره، تا زما نه بې‌وقوفه جوړه کړې ده او ما ته دې دروغ ووئيل. اوس ما ته ووايه چې تۀ څنګه ښۀ تړلے کېدے شې.“</verse>
				<verse number="11">هغۀ ورته وفرمائيل، ”کۀ هغوئ ما په داسې رسو باندې وتړى چې هيڅکله هم استعمال شوې نۀ وى، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے شم.“</verse>
				<verse number="12">نو دليلې نوې رسۍ راوړې او هغه يې پرې وتړلو. بيا هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ هغه سړو په بله کوټه کښې اِنتظار کولو. نو هغۀ رسۍ د تارونو په شان د خپلو مټو نه وشلولې.</verse>
				<verse number="13">دليلې سمسون ته ووئيل، ”تا تر اوسه پورې زما نه کم عقله جوړه کړې ده او ما ته دروغ وائې. ما ته ووايه چې تۀ څنګه ښۀ تړلے کېدے شې.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ زما د وېښتو اووۀ کونسۍ د جامو په خپله کډۍ کښې وګنډې او د کډۍ په سيخ پورې يې وتړې، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے يم.“</verse>
				<verse number="14">دليلې هغه په آرام سره اودۀ کړو، د هغۀ د وېښتو اووۀ کونسۍ يې وګنډلې او د کډۍ په سيخ پورې يې وتړلې او چغه يې کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ خو هغه پاڅېدو او خپل وېښتۀ يې د هغه کډۍ نه خلاص کړل.</verse>
				<verse number="15">نو هغې ورته ووئيل، ”تۀ څنګه وائې چې زما سره مينه کوې، کله چې تۀ په ما اعتبار هم نۀ کوې؟ تا درې ځل زما نه کم عقله جوړه کړه او تا بيا هم ما ته ونۀ وئيل چې تۀ په څۀ باندې دومره تکړه يې.“</verse>
				<verse number="16">هغې به هره ورځ د هغۀ نه تپوس کولو. هغې هغه دومره تنګ کړے وو چې پوزې له ترې راغلو.</verse>
				<verse number="17">نو سمسون آخر کښې هغې ته رښتيا وئيل، ”زما وېښتۀ هيڅکله هم نۀ دى کل شوى. زما د پېدا کېدو د وخت نه زۀ خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف يم. کۀ زما وېښتۀ کل شوى وے، نو زما طاقت به ختم شوے وو او د نورو په شان به کمزورے وم.“</verse>
				<verse number="18">کله چې دليلې ته پته ولګېده چې هغۀ ورته ټول راز وښودلو، نو هغې فلستى بادشاهانو ته يو پېغام ولېږلو او ورته يې ووئيل، ”تاسو يو ځل بيا راشئ. سمسون ما ته رښتيا وئيلى دى.“ نو هغوئ راغلل او د ځان سره يې پېسې هم راوړې.</verse>
				<verse number="19">دليلې په آرام سره سمسون په خپل غېږ کښې اودۀ کړو او بيا يې سړے راوغوښتلو، چې هغۀ د سمسون د وېښتو اووۀ څڼې کلې کړې. نو داسې هغه يې په تکليف کښې واچولو ځکه چې د هغۀ طاقت ختم شو.</verse>
				<verse number="20">بيا هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ هغه پاڅېدو او خيال يې دا وو چې زۀ به د مخکښې په شان ځان خلاص کړم او آزاد به شم. خو هغۀ ته پته نۀ وه چې مالِک خُدائ هغه پرېښے وو.</verse>
				<verse number="21">فلستيانو هغه ونيولو او سترګې يې ترې نه وويستلې. هغه يې غزه ته بوتلو او د زېړو په زنځيرونو باندې يې وتړلو او په قېد کښې ترې نه د مېچنې د تاوولو کار اخستلو.</verse>
				<verse number="22">خو د هغۀ وېښتۀ بيا راوشول.</verse>
				<verse number="23">فلستى بادشاهان راغونډ شول چې جشن وکړى او خپل خُدائ دجون ته يوه لويه قربانى پېش کړى. هغوئ ووئيل، ”زمونږ خُدائ مونږ له زمونږ په دشمن سمسون باندې فتح راکړې ده.“</verse>
				<verse number="24">نو هغوئ خوشحالى کوله او هغوئ ووئيل، ”سمسون راوغواړئ او راځئ چې په هغۀ پورې ټوقې وکړُو.“ کله چې هغوئ سمسون د قېد نه راوويستلو، نو هغوئ ورپورې ټوقې کولې او د ستنو په مينځ کښې يې ودرولے وو. کله چې خلقو هغه ولېدلو، نو هغوئ د خپل خُدائ ثناء صِفت کولو، ”زمونږ خُدائ زمونږ په دشمن باندې فتح راکړې ده، چا چې زمونږ مُلک وران کړو او زمونږ ډېر کسان يې ووژل.“</verse>
				<verse number="25"></verse>
				<verse number="26">سمسون هغه هلک ته وفرمائيل چا چې لاس نيولے روان کړے وو چې، ”ما پرېږده چې په هغه ستنو باندې لاس ولګوم چې په کومو باندې دا کور ولاړ دے. زۀ په دې باندې تکيه لګول غواړم.“</verse>
				<verse number="27">هغه ځائ د ښځو او سړو نه ډک وو. پينځۀ واړه فلستى بادشاهان هم هلته وُو او هلته په چت باندې تقريباً درې زره ښځې او سړى وُو، هغوئ کتل چې په سمسون پورې ټوقې کېدلې.</verse>
				<verse number="28">سمسون سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه پاکه، لږ ما راياد کړه، خُدايه پاکه. زۀ تا ته سوال کوم چې يو ځل بيا ما له طاقت راکړه، نو چې په دې يو وار د فلستيانو نه د خپلو دوو سترګو بدل واخلم.“</verse>
				<verse number="29">نو سمسون هغه دوه مينځنۍ ستنې ونيولې چې په کومو باندې هغه آبادى ولاړه وه. په دواړو باندې يې يو يو لاس کېښودو</verse>
				<verse number="30">او چغه يې کړه، ”پرېږده چې د فلستيانو سره مړ شم.“ هغۀ د خپل ټول زور سره ستنو له ديکه ورکړه او هغه بُت‌خانه په هغه پينځو بادشاهانو او په نورو ټولو کسانو باندې راوغورزېده. سمسون د خپل مرګ په وخت د هغې نه زيات خلق ووژل چې څومره هغۀ په خپل ژوند کښې وژلى وُو.</verse>
				<verse number="31">د هغۀ وروڼه او د هغۀ د خاندان نور کسان د هغۀ لاش وړلو له راغلل. هغه يې واپس يوړو او د صُرعا او اِستال په مينځ کښې د خپل پلار منوحه په قبر کښې يې ښخ کړو. هغه شل کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">يو ځل يو سړے وو چې نوم يې ميکاه وو، هغه د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې اوسېدو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ خپلې مور ته ووئيل، ”کله چې ستا نه هغه يوولس سوه د سپينو زرو سيکې چا پټې کړې، نو ما واورېدل چې تا هغه غل ته ښېرې وکړې. ګوره، هغه پېسې ما سره دى او هغه ما اخستې دى.“ د هغۀ مور ووئيل، ”زما زويه، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى.“</verse>
				<verse number="3">هغۀ پېسې واپس خپلې مور له ورکړې او مور يې ووئيل، ”چې هغه ښېرې زما په زوئ باندې ونۀ لګى زۀ پخپله دا د سپينو زرو سيکې مالِک خُدائ ته وقف کوم. د لرګى په يوه مجسمه به دا سپين زر وخېژولے شى. نو داسې به زۀ دا د سپينو زرو سيکې تا له واپس درکړم.“</verse>
				<verse number="4">کله يې چې دا واپس خپلې مور له ورکړې نو هغې دوه سوه د سپينو زرو سيکې يوړې او زرګر د لرګى بُت جوړ کړو او سپين زر يې پرې وخېژول. دا د ميکاه په کور کښې کېښودے شول.</verse>
				<verse number="5">د دې سړى يعنې د ميکاه يوه بُت‌خانه وه. هغۀ څۀ بُتان او يو مقدس پېش بند جوړ کړو. او خپل يو زوئ يې خپل اِمام مقرر کړو.</verse>
				<verse number="6">په هغه وخت کښې په بنى اِسرائيلو کښې يو بادشاه هم نۀ وو، خلقو هم هغه شان کول چې څۀ يې خوښه وه.</verse>
				<verse number="7">هم په هغه وخت کښې هلته يو ځوان ليوى وو چې د يهوداه د بيت‌لحم په ښار کښې اوسېدو.</verse>
				<verse number="8">هغه د بيت‌لحم نه لاړو چې د اوسېدو دپاره بل ځائ ولټوى. د سفر په دوران کښې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د ميکاه کور ته راغلو.</verse>
				<verse number="9">ميکاه د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ يو ليوى يم چې د يهوداه د بيت‌لحم نه راغلے يم. زۀ د اوسېدو دپاره يو ځائ لټوم.“</verse>
				<verse number="10">ميکاه ووئيل، ”ما سره ايسار شه. زما اِمام او مشير شه او زۀ به په کال کښې لس د سپينو زرو سيکې، جامې او خوراک درکوم.“</verse>
				<verse number="11">هغه ځوان ليوى د ميکاه سره اوسېدو ته راضى شو او د هغۀ د زوئ په شان شو.</verse>
				<verse number="12">ميکاه هغه خپل اِمام مقرر کړو او هغه د ميکاه په کور کښې اوسېدو.</verse>
				<verse number="13">ميکاه ووئيل، ”اوس چې زما يو ليوى اِمام شته، نو ما ته پته ده چې مالِک خُدائ به زما هر کار سم کړى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">په هغه وخت کښې چې د بنى اِسرائيلو يو بادشاه هم نۀ وو نو په هغه ورځو کښې د دان قبيلې يوه داسې علاقه لټوله چې دعوىٰ پرې وکړى او قبضه يې کړى ځکه چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې هغوئ ته خپله زمکه نۀ وه مِلاو شوې.</verse>
				<verse number="2">نو د دان د قبيلې د ټولو کورَنو نه پينځۀ تکړه سړى خوښ کړل. هغوئ يې د صُرعا او اِستال ښارونو نه ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”د هغه مُلک تحقيق وکړئ او ويې لټوئ.“ کله چې هغوئ د غرونو مُلک اِفرائيم ته ورسېدل، نو هغوئ د ميکاه په کور کښې ايسار شول.</verse>
				<verse number="3">کله چې هغوئ هلته وُو، نو هغوئ د هغه ځوان ليوى په لهجه باندې پوهه شول، نو هغوئ ورغلل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ دلته څۀ کوې؟ تۀ دلته چا راوستلے يې؟“</verse>
				<verse number="4">هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ د ميکاه سره کار کوم، زۀ د اِمام په توګه د هغۀ سره خِدمت کوم او هغه ما له تنخواه راکوى.“</verse>
				<verse number="5">هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”د خُدائ پاک نه لږ تپوس وکړه چې مونږ به په خپل سفر کښې کامياب شُو او کۀ نه.“</verse>
				<verse number="6">اِمام جواب ورکړو، ”په خېر لاړ شئ، ستاسو سفر د مالِک خُدائ نه منظور شوے دے.“</verse>
				<verse number="7">نو هغه پينځۀ سړى روان شول او د ليس ښار ته لاړل. هغوئ وليدل چې د هغه ځائ خلق د صيدانيانو په شان په امن سره اوسېدل. هغوئ امن پسند او غلى خلق وُو، د هيچا سره يې هم لانجه نۀ وه، هغوئ سره د ضرورت ټول څيزونه موجود وُو. هغوئ د صيدانيانو نه ښۀ لرې اوسېدل او د نورو خلقو سره يې هيڅ لېن دېن نۀ کولو.</verse>
				<verse number="8">کله چې هغه پينځۀ سړى صُرعا او اِستال ته راوګرځېدل، نو د دوئ خپلوانو د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ وليدل.“</verse>
				<verse number="9">هغوئ جواب ورکړو، ”راځئ چې په ليس حمله وکړُو. مونږ هغه مُلک وليدو او هغه ډېر ښۀ وو. دلته هسې مۀ ايسارېږئ. زر شئ. او هغه مُلک ونيسئ.</verse>
				<verse number="10">کله چې تاسو هلته ورسېږئ، نو تاسو به وګورئ چې هغه امن پسند خلق دى. هغه يو لوئ مُلک دے، او چې څۀ غواړئ هغه هر څۀ په کښې شته او خُدائ پاک هغه تاسو له درکوى.“</verse>
				<verse number="11">نو د دان قبيلې شپږ سوه سړى د صُرعا او اِستال نه لاړل او د جنګ وسله ورسره وه.</verse>
				<verse number="12">هغوئ لاړل او د يهوداه په مغرب په قِريَت‌يعريم کښې يې خېمې ولګولې. نو دا ځکه د هغه ځائ نوم تر اوسه پورې د ”دان کېمپ“ دے.</verse>
				<verse number="13">هغوئ د هغه ځائ نه لاړل او د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې د ميکاه کور ته راغلل.</verse>
				<verse number="14">بيا هغه پينځۀ سړى کوم چې د ليس مُلک کتلو له تلى وُو هغوئ خپلو ملګرو ته ووئيل، ”تاسو ته پته وه څۀ چې هلته په يو کور کښې يوه مجسمه او يو په قالب کښې جوړ شوے بُت دے؟ هلته نور بُتان او مقدس پېش بند هم دى. ستاسو څۀ خيال دے چې څۀ وکړُو؟“</verse>
				<verse number="15">هغوئ د ميکاه کور ته لاړل، چرته چې هغه ځوان ليوى اوسېدو او سلام يې ورباندې واچولو.</verse>
				<verse number="16">په دې دوران کښې چې د دان کوم شپږ سوه فوجيان چې د جنګ دپاره تيار وُو، هغوئ په دروازه کښې ولاړ وُو.</verse>
				<verse number="17">هغه پينځۀ جاسوسان سيدها کور ته ننوتل او هغه ټول بُتان او مقدس پېش بند يې واخستلو، په دې دوران کښې اِمام د شپږ سوو وسله بندو سړو سره په دروازه کښې ايسار وو.</verse>
				<verse number="18">کله چې سړى د ميکاه کور ته ننوتل او مقدس څيزونه يې راواخستل، نو اِمام د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو څۀ کوئ؟“</verse>
				<verse number="19">هغوئ ورته ووئيل، ”غلے شه. چې يوه خبره هم ونۀ کړې. مونږ سره لاړ شه او زمونږ اِمام او مشر شه. د يو سړى د خاندان د اِمام کېدو نه دا ښه نۀ ده څۀ چې د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې اِمام شې؟“</verse>
				<verse number="20">نو اِمام په دې باندې ډېر خوشحاله شو او هغه مقدس څيزونه يې واخستل او د هغوئ سره لاړو.</verse>
				<verse number="21">نو هغوئ خپل بچى، څاروى او خپل هر څۀ د ځان نه مخکښې کړل او روان شول.</verse>
				<verse number="22">هغوئ د هغه کور نه ښۀ لرې مزل کړے وو نو ميکاه خپل ګاونډيان راغونډ کړل او د دان په سړو پسې لاړل او ورورسېدل.</verse>
				<verse number="23">او هغوئ ته يې چغه کړه. د دان سړى راوګرځېدل او د ميکاه نه يې تپوس وکړو، ”څۀ چل دے چې دومره ډېر خلق راغونډ شوى يئ؟“</verse>
				<verse number="24">ميکاه ورته په جواب کښې ووئيل، ”مطلب دې څۀ دے، څۀ خبره ده؟ تۀ زما اِمام بوځې او زما جوړ کړى معبودان اوړې او ځې نو نور زما سره څۀ پاتې کيږى؟“</verse>
				<verse number="25">د دان سړو ورته ووئيل، ”ستا دپاره به دا ښۀ وى چې نور هيڅ غږ ونۀ کړې. ګنې دا سړى به غصه شى او حمله به درباندې وکړى او بيا به تۀ او ستا ټول خاندان مړۀ شئ.“</verse>
				<verse number="26">نو هغوئ په خپله مخه لاړل. ميکاه ته پته ولګېده چې د دان سړى په هغوئ باندې ډېر زيات تکړه دى، نو هغه راوګرځېدو او کور ته لاړو.</verse>
				<verse number="27">کله چې د دان سړو اِمام او هغه څيزونه يوړل چې کوم ميکاه جوړ کړى وُو، هغوئ لاړل او په ليس يې حمله وکړه، چې کوم امن پسند خلق وُو او د جنګ دپاره تيار نۀ وُو. هغوئ د بيت‌رِحوب په وادۍ کښې وُو او هغوئ د دې اوسېدونکى قتل کړل او په ښار يې اور بل کړو. داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې هغوئ يې بچ کړى وے، ځکه چې ليس د صيدا نه ښۀ لرې وو او د نورو خلقو سره د هغوئ لېن دېن نۀ وو. د دان قبيلې خلقو هغه ښار بيا جوړ کړو او په هغې کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="28"></verse>
				<verse number="29">هغوئ د دې نوم د ليس نه دان ته بدل کړو، دان د هغوئ پلار نيکۀ او د يعقوب زوئ وو.</verse>
				<verse number="30">د دان خلقو د ځان دپاره جوړ شوے بُت ولګول، او د موسىٰ نمسى او د جيرسوم زوئ يونتن او د هغۀ زامنو تر هغې پورې د اِمامانو په توګه خِدمت کولو چې جلاوطنۍ ته بوتلے شول.</verse>
				<verse number="31">تر کومې پورې چې د خُدائ پاک کور په سيلا کښې وو نو تر هغه وخته پورې د ميکاه بُت هلته وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">په هغه ورځو کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه نۀ وو او يو ليوے چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې ډېر لرې اوسېدو، هغۀ د يهوداه د بيت‌لحم نه يوه وينځه بوتله چې ښځه يې شى.</verse>
				<verse number="2">خو هغه د هغۀ نه خفه شوه، په بيت‌لحم کښې واپس د خپل پلار کور ته لاړه او څلور مياشتې يې هلته تېرې کړې.</verse>
				<verse number="3">بيا هغه سړى دا فېصله وکړه چې هغې پسې لاړ شى او رضا يې کړى چې واپس هغۀ له راشى. هغۀ خپل نوکر او دوه خرونه ځان سره بوتلل. نو کله چې هغه هلته ورسېدو نو ښځې هغه د خپل پلار کور ته راوستو او چې سخر هغه وليدو نو ورته يې ډېر په مينه پخېر راغلے ووئيلو.</verse>
				<verse number="4">د هغۀ سخر پرې زور واچولو چې ايسار شى، نو هغه درې ورځې هلته پاتې شو. هغوئ هلته خوراک څښاک وکړو او درې شپې يې تېرې کړې.</verse>
				<verse number="5">د څلورمې ورځې په سحر هغوئ وختى پاڅېدل او د تلو تيارے يې وکړو. خو د ښځې پلار هغه ليوى ته ووئيل، ”وړومبے لږ څۀ وخوره. چې تازه دم شې نو وروستو به بيا لاړ شې.“</verse>
				<verse number="6">نو هغه دواړه سړى کښېناستل او په يو ځائ يې خوراک څښاک وکړو. د ښځې پلار بيا هغۀ ته ووئيل، ”دا به ښۀ وى چې شپه دلته تېره کړې او خپل زړۀ خوشحاله کړې.“</verse>
				<verse number="7">ليوے پاڅېدو چې لاړ شى، خو د هغۀ سخر ورته مِنت وکړو چې ايسار شى، نو هغۀ يوه بله شپه هم هلته تېره کړه.</verse>
				<verse number="8">په پينځمه ورځ سحر وختى هغه روان شو، خو سخر ورته ووئيل، ”لږ څۀ وخوره او مازيګر پورې صبر وکړه.“ نو دواړو سړو يو ځائ روټۍ وخوړه.</verse>
				<verse number="9">کله چې هغه سړے، د هغۀ وينځه او د هغۀ نوکر يو ځل بيا روان شول، نو سخر ورته ووئيل، ”وګوره، ماښام نزدې دے، په کار دى چې تاسو ټوله شپه پاتې شئ. زر به تيارۀ شى، دلته پاتې شئ او خپل زړۀ خوشحاله کړئ. سحر د سفر دپاره وختى پاڅئ او خپل کور ته لاړ شئ.“</verse>
				<verse number="10">خو هغه سړى نۀ غوښتل چې بله شپه هم تېره کړى، نو هغه او د هغۀ وينځه په خپله مخه روان شول، خپل نوکر او دوه کته شوى خرونه هم ورسره وُو. د ورځې ناوخته وو چې هغوئ يبوس يعنې يروشلم ته نزدې راغلل، نو نوکر خپل مالِک ته ووئيل، ”دلته به ودرېږو او په دې يبوسى ښار کښې به شپه تېره کړُو.“</verse>
				<verse number="11"></verse>
				<verse number="12">خو نېک يې ووئيل، ”مونږ به په يو داسې ښار کښې نۀ پاتې کيږُو چې د هغه ځائ خلق بنى اِسرائيل نۀ وى. مونږ به تېر شُو او لږ مخکښې به لاړ شُو او په جبعه يا راما کښې به شپه تېره کړُو.“</verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14">نو هغوئ د يبوس نه تېر شول او په خپله مخه روان وُو. نمر په پرېوتو وو چې هغوئ د بنيامين په علاقه کښې جبعې ته راغلل.</verse>
				<verse number="15">هغوئ د شپې تېرولو دپاره ورغلل. هغوئ ښار ته لاړل او په بازار کښې کښېناستل، خو هيچا د شپې دپاره کور ته بونۀ تلل.</verse>
				<verse number="16">څۀ وخت چې هغوئ هلته وُو، نو يو بوډا سړے راغلو چې ټوله ورځ يې په پټو کښې کار کړے وو. په اصل کښې هغه د اِفرائيم د غرونو د مُلک وو، خو اوس په جبعه کښې اوسېدو. (هلته نور خلق د بنيامين د قبيلې وُو.)</verse>
				<verse number="17">هغه بوډا سړى د ښار په بازار کښې مسافر وليدو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟ او تۀ چرته ځې؟“</verse>
				<verse number="18">ليوى جواب ورکړو، ”مونږ د يهوداه په بيت‌لحم کښې وُو او اوس مونږ د اِفرائيم د غرونو مُلک لرې برخې ته روان يُو د کوم نه چې زۀ راغلے يم. خو داسې هيڅ څوک هم نشته چې مونږ خپل کور ته بوځى،</verse>
				<verse number="19">زمونږ سره د خپلو خرونو دپاره واښۀ او بوس هم شته او داسې زما، زما د بلې ښځې او زما د نوکر دپاره روټۍ او مے هم شته. ما سره د ضرورت هر يو څيز موجود دے.“</verse>
				<verse number="20">هغه بوډا سړى ورته ووئيل، ”په خېر راغلئ. زۀ به ستاسو د هر ضرورت خيال ساتم، تاسو په بازار کښې شپه مۀ تېروئ.“</verse>
				<verse number="21">نو هغوئ يې د ځان سره کور ته بوتلل او د هغوئ خرونو له يې خوراک ورکړو. بيا هغوئ خپلې پښې ووينځلې او روټۍ يې وخوړه.</verse>
				<verse number="22">هغوئ خپل زړونه خوشحالول چې د ښار څۀ بدکاره سړى ناڅاپه د کور نه تاو شول او په دروازه وهلو باندې يې شروع وکړه. هغوئ هغه بوډا سړى ته ووئيل، ”هغه سړے راوباسه چې تا سره کور ته راغلے دے. مونږ د هغۀ سره حرامکارى کول غواړُو.“</verse>
				<verse number="23">خو هغه بوډا سړے بهر ورووتلو او ورته يې ووئيل، ”نه، زما وروڼو، زۀ تاسو ته مِنت کوم چې داسې خراب او بې‌اخلاقه کار مۀ کوئ. دا سړے زما مېلمه دے.</verse>
				<verse number="24">ګورئ، دلته د هغۀ وينځه او زما لور ده چې وادۀ شوې نۀ ده. زۀ به اوس هغوئ ستاسو دپاره بهر راوباسم او څۀ مو چې خوښه وى ورسره يې وکړئ، خو د دې سړى سره داسې بد کار مۀ کوئ.“</verse>
				<verse number="25">خو هغه سړو د هغۀ خبره نۀ منله. نو ليوى خپله وينځه بهر ورولېږله. نو هغوئ ورسره په زور زنا وکړه او ټوله شپه يې د هغې بې‌عزتى وکړه او په سحر کښې يې پرېښودله.</verse>
				<verse number="26">د سحر په رڼا کښې هغه ښځه راغله او د هغه بوډا سړى د کور په دروازه کښې وغورزېدله، چرته يې چې خاوند وو. د نمر راختلو پورې هغه هلته وه.</verse>
				<verse number="27">سحر د هغې خاوند پاڅېدو او کله چې هغۀ دروازه کولاو کړه چې په خپله مخه لاړ شى، نو هغۀ د کور په مخکښې خپله وينځه وليده چې د دروازې په خولۀ کښې پرَته وه او لاسونه يې درشل ته رسېدلى وُو.</verse>
				<verse number="28">هغۀ ورته ووئيل، ”پاڅه، راځه چې ځُو.“ خو هغې جواب ورنۀ کړو. نو د هغې لاش يې په خر باندې واچولو او په خپله مخه کور ته روان شو.</verse>
				<verse number="29">کله چې هغه ورسېدو، نو هغه کور ته دننه لاړو او چاقُو يې راواخستلو. هغۀ د خپلې وينځې لاش واخستلو، دولس ټوټې يې ترې نه جوړې کړې او يوه يوه ټوټه يې د بنى اِسرائيلو دولسو قبيلو له ولېږله.</verse>
				<verse number="30">هر چا به چې دا وليدل نو وئيل يې، ”د کله نه چې بنى اِسرائيل د مِصر نه راوتلى دى، نو مونږ هيڅکله د داسې کار په حقله نۀ دى اورېدلى او نۀ کله داسې کار شوے دے. مونږ به د دې په حقله سوچ وکړُو. مونږ ته ووايئ چې څۀ وکړُو؟“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو.</verse>
				<verse number="2">د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو مشران د خُدائ پاک د خلقو په دې غونډه کښې حاضر وُو او هلته څلور لاکه فوجيان د تُورو سره ولاړ وُو.</verse>
				<verse number="3">په دې دوران کښې د بنيامين خلق خبر شول چې نور ټول بنى اِسرائيل په مصفاه کښې راغونډ شوى دى. بنى اِسرائيلو تپوس وکړو، ”مونږ ته ووايئ چې دا جرم څنګه شوے دے؟“</verse>
				<verse number="4">د کوم ليوى چې وينځه وژلے شوې وه هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ او زما بله ښځه د بنيامين په علاقه کښې جبعه ته د شپې تېرولو دپاره لاړُو.</verse>
				<verse number="5">د جبعې سړى په ما باندې د حملې کولو دپاره راغلل او د کور نه يې ګېره واچوله. د هغوئ اراده زما قتلول وُو، خو هغوئ زما د وينځې سره دومره غلط کار وکړو چې مړه شوه.</verse>
				<verse number="6">ما د هغې لاش يوړو، ټوټې ټوټې مې کړو او يوه يوه ټوټه مې د بنى اِسرائيلو دولسو قبيلو ته ولېږله. دې خلقو په مونږ کښې سپک او شرمناک کار کړے دے.</verse>
				<verse number="7">تاسو ټول بنى اِسرائيل دلته يئ. نو تاسو فېصله وکړئ چې مونږ له څۀ کول په کار دى.“</verse>
				<verse number="8">ټول خلق يو ځائ پاڅېدل او وې وئيل، ”په مونږ کښې به يو کس هم واپس نۀ ځى کۀ هغه په خېمه کښې اوسيږى او کۀ په کور کښې.</verse>
				<verse number="9">مونږ به داسې کار وکړُو چې پچه به واچوو او څۀ سړى به خوښ کړُو چې په جبعه باندې حمله وکړى.</verse>
				<verse number="10">د بنى اِسرائيلو لسمه برخه سړى به لښکر له خوراک رسوى او نور به لاړ شى چې د جبعې نه د دې بې‌شرمه کار بدل واخلى چې هغوئ د بنى اِسرائيل په مُلک کښې کړے دے.“</verse>
				<verse number="11">نو د بنى اِسرائيلو ټول سړى د دې يو مقصد دپاره راغونډ شول چې په ښار حمله وکړى.</verse>
				<verse number="12">د بنى اِسرائيلو قبيلو د بنيامين ټولې علاقې ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ووائى، ”دا څومره سخت جرم دے چې ستاسو په مُلک کښې شوے دے.</verse>
				<verse number="13">نو د جبعه دا بدکاره کسان مونږ ته حواله کړئ، چې مونږ يې ووژنو او دا بد عمل د بنى اِسرائيلو نه لرې کړُو.“ خو د بنيامين خلقو خپلو خلقو يعنې بنى اِسرائيلو ته غوږ ونۀ نيولو.</verse>
				<verse number="14">هغوئ د بنيامين د ټولو ښارونو نه جبعې ته راغلل چې د نورو بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړى.</verse>
				<verse number="15">هغوئ په هغه ورځ باندې د خپلو ښارونو نه شپږويشت زره وسله بند فوجيان راوغوښتل. د دې نه علاوه، د جبعې اوسېدونکو اووۀ سوه خاص خوښ شوى کسان هم راغونډ کړل کوم چې ګس مټى وُو. هر يو کس د ليندې په کاڼى باندې يو وېښتۀ ويشتلے شو او هيڅکله ترې نه نۀ خطا کېدو.</verse>
				<verse number="16"></verse>
				<verse number="17">د بنيامين د خلقو نه بغېر نورو بنى اِسرائيلى قبيلو څلور لاکه وسله بند فوجيان راغونډ کړل چې کوم ټول تکړه فوجيان وُو.</verse>
				<verse number="18">بنى اِسرائيل په بيت‌ايل کښې د عبادت ځائ ته لاړل، هلته هغوئ د خُدائ پاک نه تپوس وکړو، ”کومې يوې قبيلې له اول په کار دى چې په بنيامينيانو باندې حمله وکړى؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”د يهوداه قبيله.“</verse>
				<verse number="19">نو په ورپسې سحر بنى اِسرائيل روان شول او د جبعې ښار ته نزدې يې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="20">هغوئ د بنيامين په لښکر باندې حملې کولو له لاړل او ښار ته مخامخ يې د جنګ دپاره د فوجيانو قطارونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="21">د بنيامين لښکر د ښار نه بهر راووتلو او د ورځې ختمېدو نه مخکښې هغوئ دوويشت زره بنى اِسرائيلى فوجيان وژلى وُو.</verse>
				<verse number="22">نو بنى اِسرائيليان د عبادت ځائ ته لاړل او تر ماښامه پورې يې د مالِک خُدائ په حضور کښې د غم ژړا وکړه. هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”مونږ له په کار دى څۀ چې مونږ بيا د خپلو وروڼو بنيامينيانو خِلاف جنګ له لاړ شُو؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو.“ نو بنى اِسرائيليان زړَور شول او د جنګ دپاره يې هم هغه شان قطارونه جوړ کړل لکه څنګه يې چې په مخکښې ورځ باندې جوړ کړى وُو.</verse>
				<verse number="23"></verse>
				<verse number="24">هغوئ په دوېم ځل د بنيامين د لښکر خِلاف روان شول.</verse>
				<verse number="25">بنيامينيان په دوېم ځل د جبعې نه راووتل او په دې ځل هغوئ اتلس زره وسله بند بنى اِسرائيلى فوجيان ووژل.</verse>
				<verse number="26">نو ټول بنى اِسرائيل بيت‌ايل ته لاړل او د غم ژړا يې وکړه. هغوئ هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کښېناستل او تر ماښامه پورې يې خوراک نۀ کولو. هغوئ د سلامتۍ نذرانې او څۀ سوزېدونکې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې.</verse>
				<verse number="27">د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په هغه ورځو کښې په بيت‌ايل کښې وو او د هارون نمسے، د اِلى‌عزر زوئ فينحاس د دې مشر وو. خلقو مالِک خُدائ ته ووئيل، ”مونږ له په کار دى چې د خپلو وروڼو بنيامينيانو سره بيا جنګ له لاړ شُو او کۀ نه؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”جنګ وکړئ. زۀ به سبا په هغوئ باندې تاسو له فتح درکړم.“</verse>
				<verse number="28"></verse>
				<verse number="29">نو بنى اِسرائيلو د جبعې نه ګېرچاپېره څۀ فوجيان په پټو ځايونو کښې کښېنول.</verse>
				<verse number="30">نو په درېمه ورځ هغوئ د بنيامين د لښکر خِلاف روان شول او جبعه ته مخامخ يې د جنګ دپاره د فوجيانو صفونه جوړ کړل، لکه څنګه چې يې مخکښې جوړ کړى وُو.</verse>
				<verse number="31">بنيامينيان د جنګ دپاره راووتل او د ښار نه لرې بوتلے شول. هغوئ د مخکښې په شان په کولاو مېدان کښې د بيت‌ايل په لاره او د جبعې په لاره د څۀ بنى اِسرائيلو وژل شروع کړل او تقريباً دېرش بنى اِسرائيليان يې ووژل.</verse>
				<verse number="32">بنيامينيانو ووئيل، ”مونږ هغوئ له هم هغه شان شکست ورکړو چې څنګه مو مخکښې ورکړے وو.“ خو بنى اِسرائيلو منصوبه جوړه کړې وه چې هغوئ وباسى او په سړکونو باندې يې د ښار نه لرې بوځى.</verse>
				<verse number="33">نو کله چې د بنى اِسرائيلو غټ لښکر بعل تمر ته ورسېدو نو صفونه يې جوړ کړل. بيا سړى د نمرپرېواتۀ طرف د جبعه ښار ګېرچاپېره د پټو ځايونو نه د جنګ دپاره راووتل.</verse>
				<verse number="34">د بنى اِسرائيلو لسو زرو تکړه فوجيانو په جبعه حمله وکړه او دا سخت جنګ وو. بنيامينيانو ته پته نۀ وه چې د هغوئ تباهى رانزدې ده.</verse>
				<verse number="35">مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له د بنيامين په لښکر باندې فتح ورکړه. بنى اِسرائيلو په هغه ورځ باندې پينځويشت زره او سل دشمنان ووژل چا چې تُورې راويستلې وې،</verse>
				<verse number="36">او بنيامينيانو ته پته ولګېده چې هغوئ شکست وخوړو. د بنى اِسرائيلو اصلى لښکر د بنيامينيانو نه راواپس شوے وو ځکه چې هغوئ په هغه سړو باندې اعتبار کولو چې هغوئ د جبعې نه ګېرچاپېره په پټو ځايونو کښې کښېنولى وُو.</verse>
				<verse number="37">دا سړى په منډه منډه جبعې ته لاړل، هغوئ په ښار کښې خوارۀ شول او هلته يې هر يو کس ووژلو.</verse>
				<verse number="38">د بنى اِسرائيلو اصلى لښکر او په پټو ځايونو کښې سړو يوه نښه مقرره کړې وه. کله به چې هغوئ د لوګى يوه لويه وريځ وليده چې د ښار نه ختله،</verse>
				<verse number="39">نو د جنګ د مېدان بنى اِسرائيليان به راوګرځېدل. تر هغه وخت پورې بنيامينيانو هغه دېرش بنى اِسرائيليان وژلى وُو. او هغوئ د خپل ځان سره ووئيل، ”بې‌شکه چې مونږ د مخکښېنى جنګ په شان هغوئ له شکست ورکړو.“</verse>
				<verse number="40">بيا نښه څرګنده شوه، د ټول ښار نه د لوګى د وريځې ختل شروع شول. چې بنيامينيانو په ځان پسې وروستو وکتل نو حېران شول چې د ټول ښار نه لمبې ختلې.</verse>
				<verse number="41">نو بنى اِسرائيليان راوګرځېدل او بنيامينيان په وارخطايۍ آخته شوى وُو ځکه چې هغوئ ته پته ولګېده چې د هغوئ تباهى رانزدې ده.</verse>
				<verse number="42">هغوئ د بنى اِسرائيلو نه په شا لاړل او کولاو مېدان ته يې منډه کړه، خو هغوئ تښتېدے نۀ شول. هغوئ د اصلى لښکر او د هغه سړو په مينځ کښې ونيولے شول کوم چې اوس د ښار نه راوتل او هغوئ تباه شول.</verse>
				<verse number="43">بنى اِسرائيلو دشمنان ګېر کړل او بغېر د رکاوټ نه هغوئ د جبعه نمرخاتۀ طرف ته يو ځائ پورې ورپسې وُو او د تګ په دوران يې هغوئ وژل.</verse>
				<verse number="44">د بنيامينيانو اتلس زره ښۀ فوجيان ووژلے شول.</verse>
				<verse number="45">هغه نور راوګرځېدل او د کولاو مېدان په طرف د رِمون ګټ ته وتښتېدل. د هغوئ نه پينځۀ زره سړى په لاره کښې ووژلے شول. بنى اِسرائيل په هغه نورو پسې جِدوم ته روان وُو او دوه زره يې ووژل.</verse>
				<verse number="46">په هغه ورځ باندې ټول پينځويشت زره بنيامينيان ووژلے شول چې ټول تکړه فوجيان وُو.</verse>
				<verse number="47">خو شپږ سوه سړى صحرا ته وتښتېدل او چې د رِمون ګټ ته ورسېدل نو هلته څلور مياشتې پاتې شول.</verse>
				<verse number="48">بنى اِسرائيليان هغه پاتې شوو بنيامينيانو پسې راواپس شول او ټول سړى، ښځې، ماشومان او داسې ځناور يې هم ووژل. هغوئ په هغه علاقه کښې هر يو ښار وسوزولو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">کله چې بنى اِسرائيليان په مصفاه کښې راغونډ شوى وُو، نو هغوئ د مالِک خُدائ سره دا پوخ لوظ کړے وو چې، ”زمونږ يو کس به هم يو بنيامينى له خپله لور نۀ ورکوى.“</verse>
				<verse number="2">نو اوس د بنى اِسرائيلو خلق بيت‌ايل ته لاړل او هلته تر ماښامه پورې د خُدائ پاک په حضور کښې ناست وُو. هغوئ په چغو چغو او د ډېر فرياد سره ژړا وکړه،</verse>
				<verse number="3">”اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، داسې ولې وشول؟ د بنيامين قبيله ولې د بنى اِسرائيلو نه ورکيږى؟“</verse>
				<verse number="4">بل سحر وختى خلقو هلته يو قربان‌ګاه جوړه کړه او د سلامتۍ نذرانې او سوزېدونکې نذرانې يې پېش کړې.</verse>
				<verse number="5">هغوئ تپوس وکړو، ”د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه داسې يوه قبيله شته چې په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې غونډې له نۀ وى تلې؟“ هغوئ پوخ قسم کړے وو چې هر څوک مصفاه له نۀ وى تلے نو هغه به وژلے شى.</verse>
				<verse number="6">بنى اِسرائيل په خپلو وروڼو بنيامينيانو باندې خفه وُو او وې وئيل، ”نن د بنى اِسرائيلو نه يوه قبيله جدا شوه.</verse>
				<verse number="7">مونږ څۀ وکړُو چې د بنيامين کوم سړى پاتې دى چې هغوئ له د ښځو بندوبست وکړُو؟ مونږ د مالِک خُدائ سره پوخ لوظ کړے دے چې مونږ به هغوئ له خپلې لوڼه نۀ ورکوو.“</verse>
				<verse number="8">کله چې هغوئ تپوس وکړو چې د بنى اِسرائيلو په قبيلو کښې کۀ داسې يوه قبيله وى چې هغه په مصفاه کښې غونډې ته نۀ وى تلې، نو هغوئ ته پته ولګېده چې د جِلعاد د يبيس يو کس هم هلته نۀ وو،</verse>
				<verse number="9">کله چې د خلقو حاضرى اخستلے شوه نو د يبيس يو کس هم نۀ وو.</verse>
				<verse number="10">نو غونډې خپل دولس زره تکړه سړى د دې حُکم سره ولېږل، ”لاړ شئ او په يبيس کښې سره د ښځو او ماشومانو هر يو کس ووژنئ.</verse>
				<verse number="11">ټول نران ووژنئ او هغه ټولې ښځې هم ووژنئ چې د سړى سره څملاستلې وى.“</verse>
				<verse number="12">د يبيس په خلقو کښې هغوئ څلور سوه داسې پېغلې پېدا کړې چې د چا لاس هم ورته نۀ وُو رسېدلے، نو هغوئ يې په سيلا کښې کېمپ ته راوستلې، کوم چې د کنعان په مُلک کښې دے.</verse>
				<verse number="13">بيا ټولې غونډې بنيامينيانو ته دا خبر ولېږلو کوم چې د رِمون ګټ سره وُو او د روغې دپاره جرګه يې ورولېږله.</verse>
				<verse number="14">بنيامينيان واپس راغلل او نورو بنى اِسرائيلو هغوئ له د يبيس جينکۍ ورکړې کومې چې وژلے شوې نۀ وې خو دا د هغوئ دپاره کافى نۀ وې.</verse>
				<verse number="15">خلق په بنيامينيانو باندې خفه وُو ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د قبيلو اِتحاد مات کړے وو.</verse>
				<verse number="16">نو د غونډې مشرانو ووئيل، ”د بنيامين په قبيله کښې نورې ښځې نشته، کوم سړى چې پاتې دى نو د هغوئ دپاره د ښځو بندوبست څنګه وکړُو؟</verse>
				<verse number="17">داسې دې بېخى ونۀ شى چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نه يوه ختمه شى. مونږ له داسې څۀ طريقه لټول په کار دى چې د بنيامين قبيله ژوندۍ پاتې شى،</verse>
				<verse number="18">خو مونږ دا اجازت نه شُو ورکولے چې زمونږ لوڼه وادۀ کړى، ځکه چې مونږ په هغه کس باندې لعنت وئيلے دے چې يو بنيامينى له اجازت ورکړى چې زمونږ د لوڼو نه يوه وادۀ کړى.“</verse>
				<verse number="19">بيا هغوئ ووئيل، ”په سيلا کښې د مالِک خُدائ کلنى مېله زر راروانه ده.“ د بيت‌ايل شمال او د لبونه جنوب طرف ته او د بيت‌ايل او شِکم په مينځ کښې چې کومه لار ده او نمرخاتۀ طرف ته سيلا دے.</verse>
				<verse number="20">هغوئ بنيامينيانو ته ووئيل، ”لاړ شئ او د انګورو په باغونو کښې پټ شئ</verse>
				<verse number="21">او وګورئ، کله چې په مېله کښې د سيلا جينکۍ ګډېدو له راوځى نو تاسو د انګورو باغونو نه راوځئ. نو تاسو هر يو کس يوه يوه ښځه د هغوئ نه په زور راونيسئ او د بنيامين علاقې ته يې د ځان سره بوځئ.</verse>
				<verse number="22">کۀ د هغوئ پلاران يا وروڼه مونږ له راشى او اِعتراض وکړى، نو مونږ به ورته ووايو چې د هغوئ سره ښېګړه وکړئ او هغوئ دې ستاسو لوڼه د ځان دپاره وساتى، ځکه چې مونږ ته په جنګ کښې د ټولو سړو دپاره ښځې نۀ دى مِلاو شوې. او چې تاسو خپلې لوڼه هغوئ له نۀ دى ورکړې نو په دې وجه تاسو ګناهګار نۀ يئ.“</verse>
				<verse number="23">بنيامينيانو هم داسې وکړل، د هغوئ هر يو کس د هغه ښځو نه يوه يوه ښځه خوښه کړه کومې چې په سيلا کښې ګډېدې او بو يې تلې. بيا هغوئ واپس خپلې علاقې ته لاړل، خپل ښارونه يې دوباره جوړ کړل او هلته اوسېدل.</verse>
				<verse number="24">هم په هغه وخت باقى بنى اِسرائيل روان شول او هر يو واپس خپلې قبيلې، خپل خاندان او خپل جائيداد له لاړو.</verse>
				<verse number="25">په هغه وخت کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه نۀ وو. هر چا هم هغه شان کار کولو چې څنګه يې خوښه وه.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="8">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">ډېر پخوا، چې کله قاضيانو په بنى اِسرائيلو حکومت کولو نو په هغه مُلک کښې قحط راغلو. يو سړے اِلى‌مَلِک، چې افراتے وو، هغه د يهوداه په بيت‌لحم کښې اوسېدو، د خپلې ښځې نعومى او د دوو زامنو محلون او کِليون سره موآب ته د څۀ وخت دپاره لاړو. دوئ لا هلته اوسېدل</verse>
				<verse number="2"></verse>
				<verse number="3">چې اِلى‌مَلِک مړ شو، نو نعومى د دوو زامنو سره يواځې پاتې شوه،</verse>
				<verse number="4">نو هغوئ د موآبۍ ښځو عرفه او روت سره ودونه وکړل. تقريباً لس کاله وروستو</verse>
				<verse number="5">محلون او کِليون هم مړۀ شول، او نعومى بېخى يواځې پاتې شوه، چې نۀ يې خاوند وو او نۀ زامن.</verse>
				<verse number="6">څۀ وخت وروستو نعومى خبر شوه چې مالِک خُدائ خپلو خلقو ته د فصلونو نعمت ورکړو، هغه د اِنږوريانو سره د موآب نه تللو ته تياره شوه.</verse>
				<verse number="7">دوئ يو ځائ يهوداه ته واپس روانې شوې، خو په لاره کښې</verse>
				<verse number="8">نعومى هغوئ ته ووئيل، ”تاسو کور ته واپس لاړې شئ او د خپلو ميندو سره اوسېږئ. مالِک خُدائ دې په تاسو مهربانه وى لکه څنګه چې تاسو په ما او زما په مړو زامنو مهربانه وئ.</verse>
				<verse number="9">او مالِک خُدائ دې وکړى چې تاسو دواړه بيا وادۀ شئ او خپل کورونه آباد کړئ.“ نو نعومى هغوئ رخصتولو دپاره ښُکلې کړې. خو هغوئ په ژړا شوې</verse>
				<verse number="10">او هغوئ هغې ته ووئيل، ”نه، مونږ به تا سره ستا مُلک ته ځُو.“</verse>
				<verse number="11">نعومى په جواب کښې ورته ووئيل، ”زما لوڼو، تاسو واپس لاړې شئ، تاسو ما سره ولې تلل غواړئ؟ په دې خيال چې زما به بيا زامن وشى او هغوئ به تاسو وادۀ کړى؟</verse>
				<verse number="12">واپس خپلو کورونو ته لاړې شئ، زۀ ډېره بوډۍ او د بيا وادۀ کېدو نۀ يم. کۀ چرې زۀ داسې وګڼم چې تر اوسه څۀ اُميد شته، نو کۀ نن شپه وادۀ هم شوم او زما زامن وشول،</verse>
				<verse number="13">تاسو به د هغوئ د غټېدو اِنتظار کوئ څۀ؟ دا به تاسو د بل چا سره د ودېدو نه ايساروى څۀ؟ نه، زما لوڼو، تاسو ته پته ده چې دا نۀ شى کېدے. مالِک خُدائ زما مل نۀ دے، په تاسو زما زړۀ سوزى.“</verse>
				<verse number="14">دوئ بيا په ژړا شوې. عرفه په مخه ښه وئيلو دپاره خواښې ښُکله کړه او واپس کور ته لاړه، خو روت د هغې لمن نيولې وه.</verse>
				<verse number="15">نو نعومى هغې ته ووئيل، ”اے روت، ستا يور خپلو خلقو او د هغوئ معبودانو له لاړه. هغې پسې واپس کور ته لاړه شه.“</verse>
				<verse number="16">خو روت ورته ووئيل، ”ما د ځان نه مۀ شړه، ما ته مۀ وايه چې درنه ايساره شم. چې چرته ځې، هلته به ځم، چې چرته اوسې، هلته به اوسم. ستا خلق به زما خلق وى، او ستاسو خُدائ پاک به زما خُدائ پاک وى.</verse>
				<verse number="17">چې چرته مرې، هلته به مرم، چې چرته ښخېږې هلته به ښخېږم. مالِک خُدائ دې ما ته په قهر شى کۀ د مرګ نه بغېر په بل څۀ ستا نه جدا شم.“</verse>
				<verse number="18">کله چې نعومى ته پته ولګېده چې روت د تلو کلکه اراده کړې ده، نو هغې نور څۀ ورته ونۀ وئيل.</verse>
				<verse number="19">دوئ مزل کولو چې بيت‌لحم ته ورسېدې. د هغوئ په رسېدو، د ښار ټول خلق د هغوئ په ننداره شول، او ښځو ووئيل، ”دا په رښتيا نعومى ده؟“</verse>
				<verse number="20">هغې ووئيل، ”ما ته نعومى مۀ وايئ، ما ته ماره وايئ، ځکه چې قادر خُدائ زما ژوند تريخ کړے دے.</verse>
				<verse number="21">زۀ بختوره لاړم، خو مالِک خُدائ تش لاس سپېره راولېږلم. ما ته ولې نعومى وايئ، چې قادر خُدائ زۀ غورزولې يم. او هغۀ په سختۍ کښې اچولې يم؟“</verse>
				<verse number="22">نو داسې، نعومى د خپلې موآبۍ اِنږور روت سره د موآب نه واپس راغله. د اوربشو لَو شروع وو، چې دوئ بيت‌لحم ته ورسېدلې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">د نعومى يو رشته‌دار وو چې نوم يې بوعز وو، دا يو مالدار او مشر سړے وو، کوم چې د هغې د خاوند اِلى‌مَلِک د خاندان نه وو.</verse>
				<verse number="2">يوه ورځ روت نعومى ته ووئيل، ”ما پرېږده چې پټو ته لاړه شم چې د لَوګرو نه پاتې شوى وَږى راټول کړم. زما يقين دے چې څوک به مې د ځان سره پرېږدى.“ نعومى ورته ووئيل، ”ځه لورې، لاړه شه.“</verse>
				<verse number="3">روت پټو ته لاړه او لَوګرو پسې وروستو پاتې شوى وَږى يې راټولول. نو داسې وشول چې هغه د بوعز په پټى کښې وه.</verse>
				<verse number="4">په دې کښې بوعز په خپله د بيت‌لحم نه راغلو. او لَوګرو ته يې سلام وکړو، او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ مو مل شه.“ او هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بختور کړه.“</verse>
				<verse number="5">بوعز د لَوګرو مشر نه تپوس وکړو، ”دا ځوانه ښځه څوک ده؟“</verse>
				<verse number="6">مشر جواب ورکړو، ”دا ځوانه ښځه د نعومى سره د موآب نه راغلې ده.</verse>
				<verse number="7">هغې ما ته ووئيل چې ما په لَوګرو پسې پاتې شوو وږو راټولولو ته پرېږده. هغه د سحر وختى نه تر اوسه پورې کار کوى او د لږې لحظې دپاره دالان لاندې دمې ته کښېناسته.“</verse>
				<verse number="8">بيا بوعز روت ته ووئيل، ”زما خبره واوره، د دې پټى نه بغېر بل ځائ کښې وَږى مۀ ټولوه، دلته د ښځو سره يو ځائ اوسه،</verse>
				<verse number="9">سړو ته ګوره چې چرته هغوئ لو کوى نو په هغوئ پسې شاته ښځو سره کار کوه. ما خپلو سړو ته وئيلى دى چې هغوئ تا نۀ تنګوى. هر کله چې تۀ تږې شې، نو د هغې منګو نه اوبۀ څښه چې دوئ ډک کړى دى.“</verse>
				<verse number="10">روت د عزت نه پړمخې په زمکه پرېوته، او بوعز ته يې ووئيل، ”زۀ ولې ستاسو په نظر کښې درنه يم؟ تاسو ولې په ما مسافرې دومره مِهربانه يئ؟“</verse>
				<verse number="11">بوعز ووئيل، ”زۀ د هر څۀ نه خبر يم چې تا د خاوند د مرګ نه پس د خواښې څومره خِدمت کړے دے. ما ته پته ده چې تا څنګه مور پلار او خپل مُلک پرېښودو او هغه خلقو له راغلې چې تا مخکښې نۀ پېژندل.</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ دې تا له د دې بدل درکړى. مالِک خُدائ دې تا له پوره اجر درکړى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے، چې ورته د پناه دپاره راغلې يې.“</verse>
				<verse number="13">روت ورته ووئيل، ”نېکه، تۀ په ما ډېر مِهربانه يې. ستاسو نرمو خبرو زۀ په آرام کړې يم، سره د دې چې زۀ ستاسو د وينځې برابره هم نۀ يم.“</verse>
				<verse number="14">د خوراک په وخت بوعز روت ته ووئيل، ”روټۍ واخله، او دا سرکې سره وخوره.“ نو هغه د لَوګرو سره کښېناسته، او بوعز څۀ وريتې دانې هم هغې له ورکړې. هغې دومره وخوړه چې پرې ښۀ مړه شوه، او څۀ خوراک پاتې هم شو.</verse>
				<verse number="15">کله چې هغه وَږو ټولولو له ورغله، بوعز لَوګرو ته حُکم وکړو، ”پرېږدئ چې هغه وَږى هم راټول کړى چرته چې ګېډۍ پرَتې دى، او هغه بېخى مۀ منع کوئ. د دې نه علاوه، څۀ وَږى د ګېډو نه ورله راوباسئ چې هغه يې راټول کړى.“</verse>
				<verse number="16"></verse>
				<verse number="17">نو روت تر ماښامه پورې په پټى کښې وَږى راټولول، کله چې هغې دا ټول وټکول، تقريباً اتۀ سېره وُو.</verse>
				<verse number="18">نو هغې دا ښار ته يوړل او خواښې ته يې وښودل چې هغې څومره راټول کړى دى. او د هغې د خوراک نه پاتې شوې وريتى دانې يې هم هغې له ورکړې.</verse>
				<verse number="19">نعومى د هغې نه تپوس وکړو، ”تا نن دا دومره وَږى چرته نه راټول کړى دى؟ تا د چا په پټى کښې کار کولو؟ هغه سړے دې بختور شى چې ستا خيال يې وساتلو.“ نو روت نعومى ته ووئيل چې، ”نن ما د چا په پټو کښې کار کولو د هغه سړى نوم بوعز دے.“</verse>
				<verse number="20">نعومى ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بوعز بختور کړى. مالِک خُدائ همېشه د مړو او ژوندو سره وعدې پوره کوى.“ هغې دا هم ووئيل چې، ”هغه سړے زمونږ نزدې رشته‌دار دے، هغه زمونږ د خيال ساتلو ذمه وار دے.“</verse>
				<verse number="21">بيا روت ووئيل، ”د دې نه ښۀ خبره دا ده، چې هغۀ ما ته ووئيل چې د لَوګرو د کار تر ختمولو پورې وَږى راټولوه.“</verse>
				<verse number="22">نعومى روت ته ووئيل، ”آو لورې، دا به ډېره ښۀ وى چې د بوعز په پټو کښې د ښځو سره کار کوې. کۀ چرې تۀ د بل چا پټو ته لاړې نو څوک به لاس درواچوى.“</verse>
				<verse number="23">نو روت د هغوئ سره کار کولو او وَږى يې راټولول، تر هغې پورې چې ټول غنم او اوربشې ورېبلے شوې. او د خپلې خواښې سره اوسېده.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">څۀ وخت وروستو نعومى روت ته ووئيل، ”زۀ به خامخا ستا دپاره خاوند لټوم، چې ستا خپل کور آباد شى.</verse>
				<verse number="2">دا ياد ساته چې بوعز، د چا د ښځو سره چې تا کار کولو، هغه زمونږ رشته‌دار دے. اوس دا خبره واوره، هغه به نن شپه په درمند کښې اوربشې بادوى.</verse>
				<verse number="3">نو ولامبه، عطر ولګوه، او د ټولو نه ښې جامې واچوه. او بيا لاندې درمند ته لاړه شه، خو چې هغۀ ته دا پته ونۀ لګى چې تۀ هلته يې تر هغې پورې چې هغۀ خوراک څښاک ختم کړے نۀ وى.</verse>
				<verse number="4">تۀ ورته ګوره چې هغه چرته څملى، چې کله هغه اودۀ شى، نو لاړه شه او د هغۀ نه څادر اوچت کړه او ورسره اوده شه. نو هغه به تا ته ووائى چې تۀ به څۀ کوې.“</verse>
				<verse number="5">روت ووئيل، ”زۀ به هم هغه شان وکړم لکه څنګه چې تا ما ته ووئيل.“</verse>
				<verse number="6">نو روت درمند ته لاړه او چې څنګه خواښې ورته وئيلى وُو هم هغه شان يې وکړل.</verse>
				<verse number="7">کله چې بوعز خوراک څښاک ختم کړو، نو هغه ښۀ په سور کښې وو. هغه د اوربشو ډېرى له لاړو او څملاستو. روت غلې غلې ورغله، څادر يې ترې اوچت کړو او هغۀ سره اوده شوه.</verse>
				<verse number="8">هغه د شپې ناڅاپه راويښ شو، په بل مخ واوړېدو، نو حېران شو چې هغۀ سره يوه ښځه اوده ده.</verse>
				<verse number="9">هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ روت يم، ستا د پښو خاوره، په ما نظر وکړه، ځکه چې تۀ زما نزدې رشته‌داره يې.“</verse>
				<verse number="10">هغۀ ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بختوره کړه. تۀ اوس د هغې نه هم لويه وفادارى ښائې چې تا د خواښې دپاره څۀ کړى وُو. تا کولے شول چې يو ځوان سړے دې خوښ کړے وے، مالدار يا غريب، خو تا داسې ونۀ کړل.</verse>
				<verse number="11">خو روت، اوس خفه کېږه مه. چې تۀ څنګه غواړې زۀ به هم هغه شان وکړم، لکه چې په ښار کښې ټولو خلقو ته پته ده، چې تۀ يوه شريفه ښځه يې.</verse>
				<verse number="12">دا رښتيا دى چې زۀ ستا نزدې رشته‌دار يم او زۀ ستا خيال ساتم، خو دلته ستا، زما نه نزدې بل خپل هم شته.</verse>
				<verse number="13">پاتې شپه دلته تېره کړه، او سحر به مونږ وګورو چې هغه ستا ذمه وارى اخلى يا نه. کۀ اخلى، نو ټيک ده، او کۀ نۀ اخلى، نو زۀ بيا په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به ستا خيال ساتم. نو اوس دلته تر سحره پورې پاتې شه.“</verse>
				<verse number="14">نو هغه ورسره هلته اوده وه او د چرګ د بانګ نه مخکښې پاڅېده چې څوک يې ونۀ وينى، ځکه چې بوعز نۀ غوښتل چې چا ته دا پته ولګى چې د هغې شپه هلته وه.</verse>
				<verse number="15">بوعز هغې ته ووئيل، ”خپل څادر دلته خور کړه.“ او هغې هغه خور کړو، او هغۀ هغې له تقريباً شپاړس سېره اوربشې په څادر کښې واچولې او هغه پنډ يې ورپه سر کړو. او هغه ښار ته واپس راغله.</verse>
				<verse number="16">کله چې هغه کور ته راغله، خواښې ترېنه تپوس وکړو، ”لورې، څۀ چل وشو؟“ نو روت هغه هر څۀ ورته ووئيل چې بوعز د هغې دپاره کړى وُو.</verse>
				<verse number="17">روت دا هم ووئيل چې، ”هغۀ ما ته وئيلى وُو چې تۀ خپلې خواښې له خالى لاسونه مۀ ځه، نو هغۀ ما له دومره ډېرې اوربشې راکړې.“</verse>
				<verse number="18">نعومى ورته ووئيل، ”زما لورې اوس صبر کوه چې د دې خبرې څۀ حل راونۀ وځى نو بوعز به تر هغې پورې په قلاره نۀ کښېنى چې نن دا مسئله حل نۀ کړى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">نو بوعز د ښار په دروازه کښې د جرګې ځائ ته لاړو او هلته کښېناستو. بيا د اِلى‌مَلِک نزدې رشته‌دار، چې بوعز د هغۀ په حقله وئيلى وُو، راغلو، نو بوعز ورته آواز وکړو، ”زما ملګريه، دېخوا راشه، او دلته کښېنه.“ هغه ورَغلو او هلته کښېناستو.</verse>
				<verse number="2">بيا بوعز د ښار لس مشران راغونډ کړل او هغوئ ته يې هم ووئيل چې کښېنئ او هغوئ کښېناستل.</verse>
				<verse number="3">هغۀ رشته‌دار ته ووئيل، ”اوس نعومى د موآب نه واپس راغلې ده، هغه زمونږ د رشته‌دار اِلى‌مَلِک پټے خرڅول غواړى،</verse>
				<verse number="4">زما خيال دا دے چې تۀ د دې په حقله خبر شې. نو بيا، کۀ دا اخستل غواړې، نو د دې ناستو کسانو په مخکښې ووايه، او کۀ نۀ غواړې، نو هم ووايه، ځکه چې د دې اخستلو اول حق ستا دے او بيا زما.“ هغه سړى ووئيل، ”زۀ به دا واخلم.“</verse>
				<verse number="5">بوعز ووئيل، ”ډېره ښۀ ده، کۀ تۀ د نعومى نه پټے اخلې نو ورسره روت هغه موآبۍ کونډه به هم اخلې، نو دا پټے به د مړى د خاندان په ميراث کښې راځى.“</verse>
				<verse number="6">هغۀ جواب ورکړو، ”نو په دې وجه زۀ بيا داسې نۀ شم کولے، زۀ خپل حق پرېږدم، کۀ تۀ يې اخستل غواړې نو وا يې خله. ځکه چې د دې مطلب دا دے چې دا به زما د بچو ميراث نۀ وى. نو هم تۀ يې واخله، زما نۀ دے په کار.“</verse>
				<verse number="7">په هغه ورځو کښې، د اخستلو خرڅولو او د جائيداد بدلولو، دا رِواج وو چې خرڅوونکى به خپله څپلۍ وويستله او اخستونکى له به يې ورکړله. په بنى اِسرائيلو کښې د دې مطلب دا وو چې خبره پخه شوه.</verse>
				<verse number="8">نو کله چې سړى بوعز ته ووئيل چې، ”تۀ پټے واخله،“ هغۀ خپله څپلۍ وويستله او بوعز له يې ورکړه.</verse>
				<verse number="9">نو بيا بوعز مشرانو او هلته نورو کسانو ته ووئيل، ”تاسو ټول ګواه اوسئ چې ما د نعومى نه ټول څيزونه واخستل چې هغه د اِلى‌مَلِک او د هغۀ د زامنو کِليون او محلون دى.</verse>
				<verse number="10">او ورسره موآبۍ روت، د محلون ښځه، زما ښځه شوه. د دې په وجه به جائيداد د مړى په خاندان کښې پاتې شى، او دا ميراث به د هغۀ د خاندان نوم د هغۀ په خلقو او د هغۀ په کلى کښې ژوندے وساتى. تاسو نن د دې خبرې ګواهان يئ.“</verse>
				<verse number="11">مشرانو او نورو کسانو ووئيل، ”آو، مونږ ګواهان يُو. مالِک خُدائ دې ستا ښځه د راحيل او لِياه په شان کړى، چې هغوئ د يعقوب کور آباد کړو. تۀ دې په اِفرات کښې مالدار او په بيت‌لحم کښې مشهور شې.</verse>
				<verse number="12">او د دې ځوانې ښځې نه چې مالِک خُدائ کوم بچى درکړى هغوئ دې ستا خاندان د فارص د خاندان په شان جوړه کړى، چې هغه د يهوداه او تامار زوئ وو.“</verse>
				<verse number="13">نو بوعز د روت سره وادۀ وکړو او کور ته يې بوتله. مالِک خُدائ هغه بختوره کړه، او هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې وشو.</verse>
				<verse number="14">ښځو نعومى ته ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء ووايه چې هغۀ تا له نن نمسے درکړو چې ستا خيال وساتى. دا هلک دې په بنى اِسرائيلو کښې مشهور شى.</verse>
				<verse number="15">ستا اِنږور تا سره مينه کوى، هغې ستا دپاره د اوو زامنو نه ډېر څۀ کړى دى. اوس د هغې ماشوم پېدا شوے دے، هغه به تا له يو نوے ژوند درکړى او هغه به ستا په آخرى عُمر کښې خيال ساتى.“</verse>
				<verse number="16">نو نعومى ماشوم واخستو، سينې ته يې جُخت کړو او د هغۀ خيال يې ساتلو.</verse>
				<verse number="17">د ګاونډ ښځو د ماشوم نوم عوبيد کېښودو. هغوئ هر چا ته وئيل، ”د نعومى کره ماشوم شوے دے.“ عوبيد د يَسى پلار شو، چې هغه د داؤد پلار وو.</verse>
				<verse number="18">دا د فارص اولاد دے، حصرون زوئ د فارص وو، رام زوئ د حصرون، عمى‌نداب زوئ د رام، نحشون زوئ د عمى‌نداب، سلمون زوئ د نحشون، بوعز زوئ د سلمون، عوبيد زوئ د بوعز، يَسى زوئ د عوبيد او داؤد زوئ د يَسى وو.</verse>
				<verse number="19"></verse>
				<verse number="20"></verse>
				<verse number="21"></verse>
				<verse number="22"></verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="9">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">يو سړے چې نوم يې القنه وو هغه راما ښار کښې اوسېدو. د هغۀ تعلق د اِفرائيم قبيلې سره وو، او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې پاتې کېدو. هغه د يروحام زوئ او د اليهُو نمسے وو او هغه د توخُو د خاندان نه وو چې د صُوف د قبيلې يوه برخه وه.</verse>
				<verse number="2">د القنه دوه ښځې وې حنه او فِننه، د فِننه بچى وُو خو د حنه نۀ وُو.</verse>
				<verse number="3">القنه به هر کال د راما نه تلو چې په سيلا کښې د ربُ الافواج عبادت وکړى او قربانى ورته پېش کړى، چرته چې د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د مالِک خُدائ اِمامان وُو.</verse>
				<verse number="4">هر ځل چې القنه خپله قربانى پېش کوله نو هغۀ به د غوښې يوه برخه فِننې له او يوه يوه برخه به يې د هغې هر بچى له ورکوله.</verse>
				<verse number="5">هغۀ د حنه سره ډېره مينه کوله نو ځکه هغې له يې يو په دوه برخه ورکوله، اګر چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه.</verse>
				<verse number="6">د هغې بنې فِننې به هغه رټله او سپکوله به يې، ځکه چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه.</verse>
				<verse number="7">هر کال به داسې کېدل، هغوئ به چې کله هم د مالِک خُدائ کور ته لاړل نو فِننې به حنه دومره خفه کړه چې هغې به ژړل او خوراک به يې نۀ کولو.</verse>
				<verse number="8">د هغې خاوند القنه به ترې نه تپوس کولو، ”حنه تۀ ولې ژاړې؟ تۀ ولې خوراک نۀ کوې؟ تۀ هر وخت ولې دومره خفه يې؟ زۀ ستا دپاره د لسو زامنو نه ښۀ نۀ يم څۀ؟“</verse>
				<verse number="9">يوه ورځ، کله چې هغوئ په سيلا کښې خوړل څښل وکړل، حنه پاڅېدله او د دُعا دپاره لاړله. هغه ډېره زياته خفه وه او کله چې هغې مالِک خُدائ ته سوال کولو نو ډېر بد بد يې وژړل. په دې دوران کښې، عيلى اِمام د مالِک خُدائ د کور چوکاټ سره په تخت ناست وو.</verse>
				<verse number="10"></verse>
				<verse number="11">حنه يو پوخ لوظ وکړو، ”اے، ربُ الافواجه، کۀ چرې تۀ په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دُعا قبوله کړې او ما له يو زوئ راکړې، نو زۀ دا وعده کوم چې هغه به د ټول عُمر دپاره تا ته د نذير په حيثيت وقف کړم او د هغۀ د وقف کېدو نښه به دا وى چې وېښتۀ به يې هيڅکله هم کل نۀ کړے شى.“</verse>
				<verse number="12">حنه تر ډېر وخته پورې مالِک خُدائ ته سوال کولو او عيلى د هغې شونډو ته کتل.</verse>
				<verse number="13">هغې په خاموشۍ سره دُعا کوله، د هغې شونډې خوځېدلې، خو آواز ترې نه نۀ وتلو. نو د عيلى دا خيال وو چې هغه په نشه کښې ده،</verse>
				<verse number="14">او هغې ته يې ووئيل، ”ترڅو پورې به تۀ نشه بازى کوې، د ميو نه ځان خلاص کړه.“</verse>
				<verse number="15">هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، زۀ په نشه کښې نۀ يم. ما نۀ مے او نۀ شراب څښلى دى، زۀ سخته پرېشانه يم او ما دُعا کوله او خپل تکليفونه مې مالِک خُدائ ته بيانول.</verse>
				<verse number="16">ما يوه بې‌کاره ښځه مۀ ګڼه. ما هم داسې دُعا کوله ځکه چې زۀ په سخت غم آخته يم.“</verse>
				<verse number="17">عيلى ورته ووئيل، ”په خېر لاړه شه او چې څۀ دې غوښتى وى نو د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دې هغه تا له درکړى.“</verse>
				<verse number="18">هغې جواب ورکړو، ”په ما باندې د رحم نظر وکړه. بيا هغه لاړه، خوراک يې وکړو او پرېشانى يې ختمه شوه.“</verse>
				<verse number="19">په ورپسې سحر القنه او د هغۀ خاندان وختى پاڅېدل او د مالِک خُدائ د عبادت نه پس هغوئ په راما کښې واپس خپل کور ته لاړل. القنه د خپلې ښځې حنه سره څملاستو او مالِک خُدائ د هغې دُعا قبوله کړه.</verse>
				<verse number="20">چې حنه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو نو سموئيل نوم يې ورباندې کېښودو او وې وئيل، ”ما دے د مالِک خُدائ نه غوښتے دے.“</verse>
				<verse number="21">هغه وخت بيا راغلو چې القنه او د هغۀ خاندان سيلا ته لاړل او مالِک خُدائ ته يې کلنى نذرانه او د منښتې نذرانه پېش کړه.</verse>
				<verse number="22">خو دا ځل حنه لا نۀ ړه. هغې خپل خاوند ته ووئيل، ”ماشوم چې کله د مور د تى نه منعې شى نو زۀ به يې د مالِک خُدائ کور ته بوځم، چرته به چې هغه د نذير په حيثيت ټول عُمر تېروى.“</verse>
				<verse number="23">القنه ورته ووئيل، ”ټيک ده، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه، تر هغې پورې په کور کښې پاتې شه چې کله هغه د مور د تى نه منعې شى او مالِک خُدائ دې وکړى چې ستا وعده پوره شى.“ نو حنه په کور کښې ايساره وه او خپل بچى له يې تے ورکولو.</verse>
				<verse number="24">چې کله هغه د مور د تى نه منعې شو نو هغه يې سيلا ته بوتلو، ورسره يې يو درې کلن سخے، لس کېلو اوړۀ او يوه ډکه مشکيزه د ميو يوړه. او هغې په سيلا کښې د مالِک خُدائ کور ته سموئيل بوتلو اګر چې هغه لا وړوکے ماشوم وو.</verse>
				<verse number="25">چې کله هغوئ سخے حلال کړو نو هغوئ ماشوم عيلى له بوتلو.</verse>
				<verse number="26">حنه هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، بې‌ادبى دې معاف وى، زۀ تا ته ياده يم څۀ؟ زۀ هغه ښځه يم چې دلته ولاړه وم مالِک خُدائ ته مې سوال کولو او تا وليدم.</verse>
				<verse number="27">ما د هغۀ نه د دې ماشوم سوال وکړو او چې ما ترې نه د څۀ سوال کړے وو هغه يې ما له راکړو.</verse>
				<verse number="28">نو زۀ دے مالِک خُدائ ته وقف کوم. تر کومې پورې چې دے ژوندے وى نو د مالِک خُدائ به وى.“ بيا هغوئ هلته د مالِک خُدائ عبادت وکړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">حنه دُعا وکړه او وې وئيل، ”مالِک خُدائ زما زړۀ د خوشحالۍ نه ډک کړے دے، هغۀ چې څۀ کړى دى په هغې باندې زۀ څومره خوشحاله يم. زۀ په خپلو دشمنانو پورې خاندم زۀ څومره خوشحاله يم ځکه چې خُدائ پاک زما مدد کړے دے.</verse>
				<verse number="2">د مالِک خُدائ په شان هيڅ څوک مقدس نشته، د هغۀ په شان بل څوک نشته، زمونږ د خُدائ پاک په شان حِفاظت کوونکے نشته.</verse>
				<verse number="3">لوئې لافې وهل بس کړئ، د غرور خبرې د خولې نه مۀ راوباسئ. ځکه چې مالِک خُدائ يو داسې خُدائ پاک دے چې هغه پوهيږى، او هغه د خلقو د هر عمل عدالت کوى.</verse>
				<verse number="4">د تکړه فوجيانو ليندې ماتې شوې دى، خو کمزورى تکړه کيږى.</verse>
				<verse number="5">کومو خلقو له چې يو ځل خوراک ورکړے شوے وو نو هغوئ اوس د خوراک دپاره خپل ځانونه مزدوران کړل، خو چې څوک اوږى وُو د هغوئ لوږه ختمه شوه. د شنډې ښځې اووۀ بچى شوى دى، خو د ډېرو بچو مور غمژنه ده.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ مړۀ کول او ژوندى کول کوى، هغه خلق قبر ته لېږى او واپس يې راولى.</verse>
				<verse number="7">هغه څوک غريب کوى او څوک مالداره کوى، هغه څوک لاندې کوى او څوک اوچتوى.</verse>
				<verse number="8">هغه غريب د خاورې نه راوچتوى او ضرورتمند د ايرو د ډېرى نه اوچتوى، او د شهزادګانو مرتبه ورکوى او د عزت په ځايونو کښې يې کښېنوى. د زمکې بنيادونه د مالِک خُدائ دى، په دې باندې هغۀ دُنيا ودرولې ده.</verse>
				<verse number="9">هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى، خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکيږى، سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى.</verse>
				<verse number="10">د مالِک خُدائ دشمنان به تباه شى، هغه به د هغوئ خِلاف د آسمان د تندر په شان شى. مالِک خُدائ به د ټولې دُنيا عدالت کوى، هغه به خپل بادشاه له طاقت ورکړى، هغه به خپل خوښ کړے شوے بادشاه بريالے کړى.“</verse>
				<verse number="11">بيا القنه واپس په راما کښې کور ته لاړو، خو سموئيل په سيلا کښې پاتې شو او د عيلى اِمام د مشرۍ لاندې يې د مالِک خُدائ خِدمت کولو.</verse>
				<verse number="12">د عيلى زامن بد عمله کسان وُو. هغوئ مالِک خُدائ ته هيڅ توجو ورنۀ کړه</verse>
				<verse number="13">او نۀ يې د هغه اصُولو خيال وساتلو چې د اِمامانو د برخې په حقله وُو. او کله به چې چا يوه نذرانه پېش کوله او چې غوښه به لا پخېدله نو د اِمام نوکر به د يو درې غاښى سره راغلو،</verse>
				<verse number="14">هغۀ به درې غاښے د پخلى لوښى ته ورننويستلو او چې درې غاښى به څۀ هم راوويستل نو هغه به د اِمام وُو. د هغه ټولو بنى اِسرائيلو سره هم داسې سلوک وشو چې د قربانۍ پېش کولو دپاره سيلا ښار ته راغلى وُو.</verse>
				<verse number="15">د دې نه علاوه، وازګه به هم لا نۀ وه لرې کړے شوې او نۀ به سوزولے شوې وه چې د اِمام نوکر به راغلو او چې چا به نذرانه پېش کوله نو هغۀ ته به يې وئيل، ”ما له لږه غوښه راکړه چې اِمام له يې وريته کړم، هغه به ستاسو پخه شوې غوښه نۀ قبلوى، صِرف کچه غوښه قبلوى.“</verse>
				<verse number="16">کۀ هغه کس به ورته ووئيل، ”راځئ چې هغه وکړُو چې څۀ صحيح وى او اول وازګه وسوزوو، بيا چې دې څۀ خوښ وى نو هغه واخله.“ خو د اِمام نوکر به ورته ووئيل، ”نه، اوس دا ما له راکړه، کۀ نۀ راکوې، نو زۀ به يې په زور اخلم.“</verse>
				<verse number="17">د عيلى د زامنو دا ګناه د مالِک خُدائ په نظر کښې ډېره لويه وه، ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ د نذرانو دومره بې‌عزتى کوله.</verse>
				<verse number="18">په دې دوران کښې سموئيل هلک د مالِک خُدائ خِدمت جارى وساتلو، د لټې يو مقدس پېش بند به يې اغوستو.</verse>
				<verse number="19">د هغۀ مور به هر کال يوه وړه چُوغه جوړوله او چې هغه د خپل خاوند سره کلنى نذرانه پېش کولو له تله نو چُوغه به يې وروړله.</verse>
				<verse number="20">نو عيلى به د القنه او د هغۀ د ښځې دپاره برکت غوښتو او القنه ته به يې فرمائيل، ”مالِک خُدائ دې تا له د دې ښځې نه نور بچى درکړى چې د هغۀ ځائ ونيسى چې کوم تا مالِک خُدائ ته وقف کړے دے.“ د هغې نه پس به هغوئ واپس کور ته تلل.</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ حنه له برکت ورکړو او د هغې نور درې زامن او دوه لوڼه پېدا شوې. سموئيل هلک د مالِک خُدائ په خِدمت کښې لوئ شو.</verse>
				<verse number="22">عيلى اوس ډېر بوډا شوے وو. هغۀ د هغه هر څۀ په حقله اورېدل چې د هغۀ زامنو د بنى اِسرائيلو سره کول او دا چې هغوئ د هغه ښځو سره هم څملاستل چا چې د مالِک خُدائ د حضور خېمې د دروازې په خولۀ کښې خدمت کولو.</verse>
				<verse number="23">نو هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو دا کارونه ولې کوئ؟ تاسو چې کوم بد کوئ هر سړے د هغې په حقله ما ته وائى.</verse>
				<verse number="24">بس کړئ، زما زامنو، زۀ خبر شوے يم چې د مالِک خُدائ د خلقو په مينځ کښې يو خراب خبر خوريږى.</verse>
				<verse number="25">کۀ يو سړے د بل چا خِلاف ګناه وکړى، نو خُدائ پاک ته د هغۀ دپاره سوال کېدے شى خو کۀ يو سړے د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى نو د هغۀ دپاره هيڅ څوک هم د رحم سوال نۀ شى کولے.“ خو هغوئ خپل پلار ته غوږ ونۀ نيولو، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د وژلو فېصله وکړه.</verse>
				<verse number="26">سموئيل هلک غټېدو او د مالِک خُدائ او د خلقو عزت يې وموندو.</verse>
				<verse number="27">عيلى ته د مالِک خُدائ نه د دې پېغام سره د مالِک خُدائ نه يو پېغمبر راغلو، ”کله چې ستا پلار نيکۀ هارون او د هغۀ خاندان د مِصر د فِرعون غلامان وُو، نو ما خپل ځان هارون ته څرګند کړو.</verse>
				<verse number="28">ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه د هغۀ خاندان خوښ کړو چې زما اِمامان شى، چې د قربان‌ګاه سره خِدمت کوى، خوشبوئى سوزوى او زما په حضور کښې پېش بند اغوندى. او چې په قربان‌ګاه باندې کومې نذرانې سوزولے شى نو د هغې د اخستلو حق مې ورله ورکړو.</verse>
				<verse number="29">نو بيا، تاسو ولې د هغه نذرانو او قربانو لالچ کوئ چې زۀ يې د خپلو خلقو نه غواړم؟ عيلى، تۀ ولې زما نه زيات د خپلو زامنو عزت کوې چې هغوئ دې پرېښى دى چې زما خلق ما ته کومې قربانۍ پېش کوى چې د هغې په ټولو ښو حِصو باندې خپل ځانونه څورب کړى؟</verse>
				<verse number="30">ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بې‌عزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.</verse>
				<verse number="31">واوره، هغه وخت راروان دے چې زۀ به ستا د خاندان او قبيلې ټول زلمى ووژنم، نو ستا په خاندان کښې به داسې يو سړے هم نۀ وى چې بوډاتوب ته ورسيږى.</verse>
				<verse number="32">تۀ به په تکليف کړے شې او هغه ټولو برکتونو ته به د ارمان سره ګورې چې زۀ يې نورو بنى اِسرائيلو له ورکوم، خو ستا په خاندان کښې به هيڅ څوک هم تر بوډاتوب پورې ژوندے نۀ وى.</verse>
				<verse number="33">خو چې څوک ژوندى پاتې شى، نو هغوئ به په پرېشانۍ او غم آخته شى او د هغوئ نور ټول اولاد به په يو سخت مرګ مړۀ شى.</verse>
				<verse number="34">کله چې ستا دوه زامن حُفنى او فينحاس دواړه په يوه ورځ مړۀ شى، نو دا به تاسو ته ثابِته شى چې ما چې هر څۀ وئيلى وُو نو هغه رښتيا شول.</verse>
				<verse number="35">زۀ به يو اِمام خوښ کړم چې هغه به زما وفادار وى او چې څۀ زۀ غواړم نو هغه هر څۀ به کوى. زۀ به هغۀ له اولاد ورکړم، چې هغوئ به همېشه زما د خوښ شوى بادشاه په حضور کښې خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="36">ستا د اولاد چې کوم کس هم ژوندے پاتې وى نو هغه به هغه اِمام له ځى او د هغۀ نه به پېسې او خوراک غواړى او دا سوال به ورته کوى چې ما د اِمامانو سره منظور کړه، نو چې ما ته يوه نوړۍ روټۍ مِلاو شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">په هغه ورځو کښې، کله چې سموئيل هلک د عيلى د لارښودنې لاندې د مالِک خُدائ خِدمت کولو، د مالِک خُدائ وحى نازلېدل کم شوى وُو او د هغۀ پېغام څرګندېدل بلکل کم شوى وُو.</verse>
				<verse number="2">يوه شپه عيلى چې اوس د هغۀ نظر ډېر کمزورے شوے وو په خپله کوټه کښې ملاست وو.</verse>
				<verse number="3">د سحر نه مخکښې، چې ډيوه تر اوسه پورې بلېدله او سموئيل د مالِک خُدائ په کور کښې ملاست وو، چرته چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق وو،</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ سموئيل ته آواز وکړو. سموئيل وفرمائيل، ”زۀ دا يم.“</verse>
				<verse number="5">او عيلى له يې منډه کړه او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ راغلمه، تا ما ته آواز وکړو.“ خو عيلى ورته ووئيل، ”ما خو تا ته آواز نۀ دے کړے، لاړ شه او څمله.“ نو سموئيل لاړو او څملاستو.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ سموئيل ته بيا آواز وکړو، ”سموئيله.“ نو سموئيل پاڅېدو، عيلى له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تا ما ته آواز وکړو او زۀ راغلم.“ خو عيلى ورته ووئيل، ”زما زويه، ما خو تا ته آواز نۀ دے کړے، بيا لاړ شه او څمله.“</verse>
				<verse number="7">خو هلک ته پته ونۀ لګېده چې دا مالِک خُدائ وو، ځکه چې د دې نه مخکښې مالِک خُدائ هيڅکله هم د هغۀ سره خبرې نۀ وې کړې.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ سموئيل ته په درېم ځل آواز وکړو، هغه پاڅېدو، عيلى له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تا ما ته آواز وکړو او زۀ راغلم.“ نو عيلى ته پته ولګېده چې هغه مالِک خُدائ وو چا چې هلک ته آواز کولو،</verse>
				<verse number="9">نو عيلى سموئيل ته وفرمائيل، ”لاړ شه او څمله، او کۀ هغۀ تا ته بيا آواز وکړو، نو ورته ووايه، مالِکه خُدايه، ستا بنده يې اورى.“ نو سموئيل لاړو او په خپل ځائ کښې څملاستو.</verse>
				<verse number="10">نو مالِک خُدائ راغلو او هلته ودرېدو او د مخکښې په شان يې ورته آواز وکړو، ”سموئيله، سموئيله.“ سموئيل ورته ووئيل، ”وفرمائى، ستا بنده يې اورى.“</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ په بنى اِسرائيلو کښې داسې څۀ کوم چې هغه به دومره سخت وى چې څوک يې واورى نو حېران به شى.</verse>
				<verse number="12">تر اوسه پورې چې ما د عيلى او د هغۀ د خاندان خِلاف څۀ هم وئيل نو په هغه ورځ به هغه هر څۀ وکړم.</verse>
				<verse number="13">ما هغۀ ته مخکښې وئيلى دى چې زۀ د هغۀ خاندان له د تل دپاره سزا ورکوم ځکه چې د هغۀ زامنو زما خِلاف خرابې خبرې کړې دى. عيلى ته پته وه چې هغوئ داسې کول، خو هغوئ يې نۀ منع کول.</verse>
				<verse number="14">نو ما دا قسم کړے دے چې د دې سختې ګناه د لرې کولو دپاره به هيڅ قربانى او نذرانه د عيلى د خاندان دپاره کافى نۀ وى.“</verse>
				<verse number="15">سموئيل تر سحره پورې ملاست وو، بيا هغه پاڅېدو او د مالِک خُدائ د کور دروازې يې کولاو کړې. هغه د دې نه يرېدلو چې عيلى ته د دې پېغام د څرګندېدو په حقله ووائى.</verse>
				<verse number="16">عيلى ورته آواز وکړو، ”زما زويه، سموئيله.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ حاضر يم.“</verse>
				<verse number="17">عيلى ترې نه تپوس وکړو، ”مالِک خُدائ تا ته څۀ وفرمائيل؟ زما نه يوه خبره هم مۀ پټوه. خُدائ پاک به تا له سخته سزا درکړى کۀ تا ما ته هغه هر څۀ ونۀ فرمائيل چې څۀ درته هغۀ فرمائيلى دى.“</verse>
				<verse number="18">نو سموئيل ورته هغه هر څۀ وفرمائيل، هغۀ ترې نه يوه خبره پټه ونۀ ساتله. عيلى وفرمائيل، ”هغه مالِک خُدائ دے، هغۀ ته چې څۀ ښۀ ښکارى نو هم هغه به وکړى.“</verse>
				<verse number="19">چې سموئيل غټېدو، مالِک خُدائ د هغۀ مل وو او د مالِک خُدائ هغه ټولې پېشګويانې پوره کېدې کومې چې سموئيل کړې وې.</verse>
				<verse number="20">نو د هغه مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې، ټولو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې سموئيل په حقيقت کښې د مالِک خُدائ پېغمبر وو.</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ به په خپله په سيلا کښې راڅرګندېدو، چرته چې هغه سموئيل ته څرګند شوے وو او د هغۀ سره يې خبرې کړې وې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">ټول بنى اِسرائيليان د سموئيل د خبرو نه خبر شول. نو فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ دپاره راغونډ شول او بنى اِسرائيليان هم د هغوئ سره جنګېدو دپاره راووتل. بنى اِسرائيلو په اِبن‌عزر کښې او فلستيانو په افيق کښې خپلې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="2">فلستيانو حمله وکړه او د يوې لوئې جګړې نه پس هغوئ بنى اِسرائيلو له شکست ورکړو او تقريباً څلور زره سړى يې د جنګ په مېدان کښې ووژل.</verse>
				<verse number="3">کله چې هغه ژوندى پاتې شوى کسان واپس خېمو ته راغلل، نو د بنى اِسرائيلو مشرانو ووئيل، ”مالِک خُدائ فلستيان ولې پرېښودل چې مونږ له شکست راکړى؟ ځئ چې لاړ شُو او د سيلا نه د مالِک خُدائ د لوظ صندوق راوړُو، نو دا به زمونږ سره ځى او مونږ به د خپلو دشمنانو نه بچ کوى.“</verse>
				<verse number="4">نو هغوئ سيلا ته پېغام وړُونکى ولېږل او د ربُ الافواج د لوظ صندوق يې واپس راوړو، چې د وزرو والا د مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے. او د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د لوظ صندوق سره راغلل.</verse>
				<verse number="5">کله چې د لوظ صندوق راورسېدو، نو بنى اِسرائيلو د خوشحالۍ نه دومره لويه چغه ووهله چې زمکه وخوځېدله.</verse>
				<verse number="6">فلستيانو دا چغه واورېدله او وې وئيل، ”د عبرانيانو په کېمپ کښې دا چغې واورئ. د دې څۀ مطلب دے؟“ کله چې هغوئ ته پته ولګېده چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د عبرانيانو کېمپ ته رارسېدلے دے،</verse>
				<verse number="7">هغوئ ويرېدل او وې وئيل، ”د هغوئ کېمپ ته خُدائ راغلے دے. مونږ غرق شُو. په مونږ باندې هيڅکله مخکښې داسې څۀ نۀ دى شوى.</verse>
				<verse number="8">زمونږ مدد وکړه، مونږ به د هغه طاقتورو معبودانو نه څوک بچ کړى؟ دا هغه معبودان دى چا چې په صحرا کښې مِصريان هلاک کړل.</verse>
				<verse number="9">فلستيانو، تکړه شئ. د سړو په شان وجنګېږئ، ګنې مونږ به د عبرانيانو غلامان شُو، لکه څنګه چې هغوئ زمونږ غلامان وُو. نو د سړو په شان جنګ وکړئ.“</verse>
				<verse number="10">فلستيان سخت وجنګېدل او بنى اِسرائيلو له يې شکست ورکړو، چې هغوئ په منډه خپلو کورونو ته لاړل. دا يو لوئ قتلِ عام وو. او دېرش زره بنى اِسرائيلى فوجيان ووژلے شول.</verse>
				<verse number="11">د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو او د عيلى دواړه زامن، حُفنى او فينحاس ووژلے شول.</verse>
				<verse number="12">د بنيامين قبيلې يو سړى د جنګ مېدان نه تر سيلا پورې منډه ووهله او هم په هغه ورځ ورسېدو. د خپل تکليف ښودلو دپاره هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر باندې يې خاورې اچولې وې.</verse>
				<verse number="13">عيلى د لوظ صندوق په حقله ډېر پرېشانه وو، هغه د لارې په غاړه په يوه کُرسۍ باندې ناست وو او انتظار يې کولو. هغه سړى دا خبر په ټول ښار کښې خور کړو او هر يو کس د يرې نه وژړل.</verse>
				<verse number="14">عيلى شور واورېدو او تپوس يې وکړو، ”دا شور د څۀ شى دے؟“ هغه سړے عيلى له په منډه لاړو او هغه يې خبر کړو.</verse>
				<verse number="15">عيلى اوس د دوه کم سلو کالو وو او بېخى ړوند وو.</verse>
				<verse number="16">سړى ورته ووئيل، ”زۀ نن د جنګ نه راتښتېدلے يم.“ عيلى ترې نه تپوس وکړو، ”زما زويه، څۀ شوى دى؟“</verse>
				<verse number="17">هغه پېغام وړُونکى ورته په جواب کښې ووئيل، ”بنى اِسرائيليان د فلستيانو نه وتښتېدل، دا زمونږ دپاره ډېر خراب شکست وو، د دې نه علاوه، ستا زامن، حُفنى او فينحاس هم ووژلے شول او د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شو.“</verse>
				<verse number="18">کله چې هغه سړى د لوظ د صندوق ذِکر وکړو، نو عيلى د دروازې سره د کُرسۍ نه په شا وغورزېدو. هغه ډېر بوډا او غټ وو او په غورزېدو سره يې څټ مات شو او مړ شو. هغه څلوېښت کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.</verse>
				<verse number="19">د عيلى اِنږور، د فينحاس ښځه اُميدواره وه او تقريباً دا د هغې د بچى د پېدا کېدو وخت وو. کله چې هغه خبر شوه چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شوے دے او سخر او خاوند يې مړۀ شوى دى، نو ناڅاپه په هغې باندې د ماشوم د پېدا کېدو سخت درد راغلو.</verse>
				<verse number="20">او کله چې هغه د مرګ په حالت کښې وه، نو چې کومو ښځو د هغې مدد کولو هغوئ ورته ووئيل چې، ”تکړه شه، ستا زوئ پېدا شوے دے.“ خو هغې هيڅ توجو ورنۀ کړه او نۀ يې جواب ورکړو.</verse>
				<verse number="21">هغې په ماشوم باندې يکبود نوم کېښودو او وې وئيل چې، ”د خُدائ پاک جلال د بنى اِسرائيلو نه تلے دے.“ دا ځکه چې د لوظ صندوق قبضه شوے وو او د هغې سخر او خاوند مړۀ شوى وُو.</verse>
				<verse number="22">هغې ووئيل، ”د خُدائ پاک جلال د بنى اِسرائيلو نه تلے دے، ځکه چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق قبضه کړے شوے دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">کله چې فلستيانو د لوظ صندوق قبضه کړو نو هغوئ د اِبن‌عزر نه خپل ښار اشدود ته راوړو،</verse>
				<verse number="2">د خپل معبود دجون کور ته يې يوړو او د هغۀ د بُت په خوا کښې يې کېښودو.</verse>
				<verse number="3">سحر وختى د اشدود خلقو وليدل چې د دجون بُت د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې پړمخې په زمکه غورزېدلے دے. نو هغوئ را اوچت کړو او واپس يې په خپل ځائ کښې کېښودو.</verse>
				<verse number="4">په ورپسې سحر وختى هغوئ وليدل چې بُت بيا د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې پړمخې په زمکه غورزېدلے وو. دې ځل يې سر او دواړه لاسونه مات شوى وُو او د دروازې د درشل سره پراتۀ وُو، صِرف ډانچه يې پاتې وه.</verse>
				<verse number="5">نو ځکه تر نن پورې د دجون اِمامان او د هغۀ ټول عبادت کوونکى په اشدود کښې د دجون په درشل باندې قدم نۀ ږدى.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ د اشدود خلقو له سخته سزا ورکړه او په هغوئ او د ګېرچاپېره علاقې په خلقو باندې يې د پړسوب مرض راوستلو.</verse>
				<verse number="7">کله چې هغوئ وکتل چې دا څۀ کيږى نو وې وئيل، ”د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک مونږ او زمونږ معبود دجون له سزا راکوى. مونږ د لوظ صندوق نور دلته نۀ شُو پرېښودلے.“</verse>
				<verse number="8">نو هغوئ پېغام وړُونکى ولېږل او فلستى پينځۀ واړه بادشاهان يې راغونډ کړل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق سره مو څۀ چل وکړُو؟“ هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”دا جات ته يوسئ.“ نو هغوئ دا د فلستى بل ښار جات ته يوړو.</verse>
				<verse number="9">کله چې هغه هلته ورسېدو، مالِک خُدائ هغه ښار له هم سزا ورکړه او په يوه لويه وارخطايۍ يې آخته کړو. هغۀ هغوئ له داسې سزا ورکړه چې په لويو او وړو ټولو باندې د پړسوب مرض راغلو.</verse>
				<verse number="10">نو هغوئ د لوظ صندوق يو بل فلستى ښار عقرون ته ولېږلو، خو چې هغه هلته ورسېدو، نو خلقو چغې کړې او وې وئيل، ”هغوئ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق دلته راوړو، د دې دپاره چې مونږ ټول ووژنى.“</verse>
				<verse number="11">نو هغوئ بيا د فلستيه ټول بادشاهان راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو د لوظ صندوق واپس خپل ځائ ته ولېږئ، نو داسې به دا مونږ او زمونږ خاندان ونۀ وژنى.“ ټول ښار په وارخطايۍ آخته وو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ له ډېره سخته سزا ورکوله.</verse>
				<verse number="12">چې څوک لا مړۀ شوى نۀ وُو نو په هغوئ باندې د پړسوب مرض راغلو، او خلقو خپلو معبودانو ته د مدد دپاره چغې کړې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">نو چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د فلستيانو په مُلک کښې اووۀ مياشتې وشوې،</verse>
				<verse number="2">نو خلقو اِمامان او جادوګران راوغوښتل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”مونږ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق سره څۀ چل وکړُو؟ مونږ ته ووايئ چې دا څنګه واپس خپل ځائ ته يوسو؟“</verse>
				<verse number="3">هغوئ جواب ورکړو، ”کۀ تاسو د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق لېږئ، نو تاسو به د دې سره خامخا د خپلې ګناه د تاوان د نذرانې په بدل کښې يوه تُحفه هغۀ له لېږئ. د لوظ صندوق به د تُحفې نه بغېر واپس نۀ ځى. نو داسې به تاسو روغ جوړ شئ او تاسو ته به پته ولګى چې هغۀ تاسو له سزا ولې درکوله.“</verse>
				<verse number="4">خلقو تپوس وکړو، ”مونږ هغۀ له د ګناه د تاوان په نذرانه کښې څۀ ولېږُو؟“ هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”پينځۀ د سرو زرو د پړسوب د دانو او پينځۀ د سرو زرو د مږو نمونې، د فلستيانو بادشاهانو د شمېر په مطابق يوه يوه ورولېږئ ځکه هم دغه وبا په تاسو ټولو او په پينځو بادشاهانو باندې راغلې وه.</verse>
				<verse number="5">تاسو د دې دانو او مږو نمونې جوړې کړئ چې ستاسو مُلک تباه کوى او تاسو به خامخا د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک درناوے کوئ. کېدے شى چې هغه تاسو له، ستاسو معبودانو او ستاسو مُلک له سزا درکول بند کړى.</verse>
				<verse number="6">تاسو ضديان ولې جوړېږئ څنګه چې فِرعون او مِصريان وُو؟ هغه مۀ هېروئ چې خُدائ پاک هغوئ له څومره سخته سزا ورکړه، تر دې وخت پورې چې هغوئ بنى اِسرائيليان پرېښودل چې د مِصر نه لاړ شى.</verse>
				<verse number="7">نو يوه نوې ګاډۍ او دوه غواګانې تيارې کړئ چې اوس اوس يې بچى شوى وى او چې هيڅکله جغ ورپورې نۀ وى تړلے شوے، ګاډۍ په دې غواګانو پورې وتړئ او سخى يې واپس ديرې ته وشړئ.</verse>
				<verse number="8">د مالِک خُدائ د لوظ صندوق واخلئ، په ګاډۍ کښې يې کېږدئ او د دې په خوا کښې په يو صندوق کښې د سرو زرو هغه نمونې کېږدئ کومې چې ستاسو د ګناه د تاوان د نذرانې په بدل کښې په تُحفه کښې هغۀ له لېږئ. ګاډۍ په خپله مخه روانه کړئ او پرېږدئ چې په خپله لاړه شى.</verse>
				<verse number="9">چې ګاډۍ روانه وى نو ورته ګورئ، کۀ دا د بيت‌شمس ښار طرف ته لاړه شى، نو د دې مطلب دا دے چې دا د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے چې هغۀ په مونږ باندې دا سخت افت راوستے دے. خو کۀ داسې نۀ وى، نو بيا به مونږ ته پته ولګى چې هغۀ وبا نۀ وه راوستې، او په خپله داسې وشول.“</verse>
				<verse number="10">هغوئ ته چې څۀ وئيلے شوى وُو نو هم هغسې يې وکړل يعنې، هغوئ دوه غواګانې بوتلې او يوه ګاډۍ يې ورپورې وتړله او سخى يې په ديره کښې وتړل.</verse>
				<verse number="11">هغوئ د لوظ صندوق په ګاډۍ کښې کېښودو، ورسره هغه صندوق يې هم کېښودو چې د سرو زرو د مږو او دانو نمونې په کښې وې.</verse>
				<verse number="12">غواګانې د بيت‌شمس په لاره روانې شوې او سيدها هغه طرف ته لاړې او د لارې نه نۀ اوړېدلې. چې دا روانې وې نو رمباړې يې وهلې. هغه پينځۀ فلستى بادشاهان د بيت‌شمس د حد پولې پورې ورپسې روان وُو.</verse>
				<verse number="13">د بيت‌شمس خلقو په مېدان کښې د غنمو لَو کولو، چې ناڅاپه هغوئ وکتل نو د لوظ صندوق يې وليدو. هغوئ د دې په ليدو ډېر خوشحاله شول.</verse>
				<verse number="14">ګاډۍ د يو سړى پټى ته راغله چې نوم يې يشوَع وو، هغه په بيت‌شمس کښې اوسېدو او ګاډۍ د يو غټ ګټ سره نزدې ودرېده. ليويانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه صندوق راکوز کړو چې د سرو زرو نمونې په کښې وې او په هغه غټ ګټ باندې يې کېښودل. خلقو د لرګى ګاډۍ ټوټې ټوټې کړه او غواګانې يې حلالې کړې او د سوزېدونکې نذرانې په توګه يې مالِک خُدائ ته پېش کړې. بيا د بيت‌شمس خلقو نورې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې.</verse>
				<verse number="15"></verse>
				<verse number="16">پينځو فلستى بادشاهانو دا هر څۀ وليدل او بيا هم په هغه ورځ واپس عقرون ته لاړل.</verse>
				<verse number="17">فلستيانو پينځۀ د سرو زرو دانو نمونې مالِک خُدائ ته د هغوئ د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ولېږلې، د اشدود، غزه، اسقلون، جات او عقرون د ښارونو دپاره يوه يوه.</verse>
				<verse number="18">هغوئ د سرو زرو مږې هم ولېږلې، د هغه ښارونو دپاره يوه يوه چې په کومو باندې هغه پينځو فلستى بادشاهانو حکومت کولو او ورسره د پَخو دېوالونو ښارونو او د کچه دېوالونو کلو ته يې هم ولېږل. د بيت‌شمس د يشوَع په پټى کښې هغه لوئ ګټ تر اوسه پورې شته چې په کوم باندې هغوئ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق اېښے وو، دا د هغې ګواهى ده چې څۀ شوى وُو.</verse>
				<verse number="19">مالِک خُدائ د بيت‌شمس اويا سړى ووژل ځکه چې هغوئ د لوظ صندوق ته دننه کتلى وُو. او خلقو ماتم وکړو ځکه چې مالِک خُدائ په هغوئ دومره لويه تباهى راوستلې وه.</verse>
				<verse number="20">نو د بيت‌شمس خلقو ووئيل، ”د مالِک خُدائ، د دې مقدس خُدائ پاک په وړاندې څوک ودرېدے شى، مونږ هغه چرته ولېږُو چې زمونږ نه لرې شى؟“</verse>
				<verse number="21">هغوئ د قِريَت‌يعريم خلقو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”فلستيانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق واپس کړے دے. راشئ او يو يې سئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">نو د قِريَت‌يعريم خلق راغلل او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې د ابينداب نومې سړى کور ته يوړو، چې هغه په غر کښې اوسېدو. هغوئ د ابينداب زوئ اِلى‌عزر د دې مشر مقرر کړو.</verse>
				<verse number="2">د مالِک خُدائ د لوظ صندوق ډېره موده تقريباً تر شلو کالو پورې په قِريَت‌يعريم کښې ايسار وو. په دې وخت کښې ټولو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د مدد دپاره وژړل.</verse>
				<verse number="3">سموئيل بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”کۀ تاسو د زړۀ د اخلاصه مالِک خُدائ ته راواوړئ، نو تاسو به خامخا د ټولو پردو معبودانو او عستارات بُتانو نه ځان خلاصوئ. خپل ځانونه مالِک خُدائ ته حواله کړئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ او هغه به تاسو د فلستيانو د زور نه خلاص کړى.“</verse>
				<verse number="4">نو بنى اِسرائيلو د بعل او عستارات د بُتانو نه خپل ځانونه خلاص کړل او صِرف د مالِک خُدائ عبادت يې کولو.</verse>
				<verse number="5">بيا سموئيل ټول بنى اِسرائيليان راوغوښتل چې په مصفاه کښې راغونډ شى او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ به هلته ستاسو دپاره مالِک خُدائ ته سوال وکړم.“</verse>
				<verse number="6">نو هغوئ ټول په مصفاه کښې راغونډ شول. هغوئ څۀ اوبۀ راوويستلې او مالِک خُدائ ته يې د يوې نذرانې په توګه توئ کړې او ټوله ورځ يې روژه ونيوله. هغوئ ووئيل، ”مونږ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ نو سموئيل په مصفاه کښې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ شو.</verse>
				<verse number="7">کله چې فلستيان خبر شول چې بنى اِسرائيل په مصفاه کښې راغونډ شوى دى، فلستى بادشاهان د خپلو سړو سره د هغوئ خِلاف جنګ له راووتل. بنى اِسرائيليان د دې نه خبر شول او ويرېدل،</verse>
				<verse number="8">او سموئيل ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته دُعا کول مۀ پرېږده چې مونږ د فلستيانو نه بچ کړى.“</verse>
				<verse number="9">سموئيل يو داسې ګډُورے حلال کړو چې مور يې رودله او د يوې نذرانې په توګه يې ټول مالِک خُدائ ته وسوزولو. بيا يې مالِک خُدائ ته دُعا وکړه چې د بنى اِسرائيلو مدد وکړى او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا واورېده.</verse>
				<verse number="10">کله چې سموئيل نذرانه پېش کوله، نو فلستيان د حملې دپاره مخکښې ورغلل، خو بيا هم په هغه وخت مالِک خُدائ د هغوئ خِلاف د يو لوئ تندر په شان آواز وکړو. فلستيان دومره په وارخطايۍ آخته شول چې وتښتېدل.</verse>
				<verse number="11">بنى اِسرائيليان د مصفاه نه روان شول او تقريباً تر بيت‌کَر پورې په فلستيانو پسې وُو او په لاره باندې يې وژل.</verse>
				<verse number="12">بيا سموئيل يو کاڼے واخستلو او د مصفاه او شين په مينځ کښې يې ولګولو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے“ نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="13">نو فلستيانو شکست وخوړو او مالِک خُدائ دې ته پرې نۀ ښودل چې تر کومې پورې سموئيل ژوندے وو چې هغوئ د بنى اِسرائيلو په علاقه قبضه وکړى.</verse>
				<verse number="14">بنى اِسرائيلو ته هغه ټول ښارونه واپس مِلاو شول چې د عقرون او جات په مينځ کښې وُو او فلستيانو قبضه کړى وُو او داسې بنى اِسرائيلو خپله ټوله علاقه واپس واخستله. او د کنعانيانو او بنى اِسرائيلو په مينځ کښې هم امن وو.</verse>
				<verse number="15">سموئيل ټول عُمر د بنى اِسرائيلو قاضى وو.</verse>
				<verse number="16">هغه به هر کال په بيت‌ايل، جِلجال او مصفاه کښې ګرځېدو او په دې ځايونو کښې يې لانجې هوارولې.</verse>
				<verse number="17">بيا به هغه واپس په راما کښې خپل کور ته تلو، هلته يې هم د قاضى په توګه خِدمت کولو. هغۀ په راما کښې مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه هم جوړه کړې وه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">کله چې سموئيل بوډا شو، هغۀ خپل زامن د بنى اِسرائيلو قاضيان جوړ کړل.</verse>
				<verse number="2">د مشر زوئ يې يوايل او د کشر يې ابياه نوم وو، هغوئ په بيرسبع کښې قاضيان وُو.</verse>
				<verse number="3">خو هغوئ د خپل پلار په لاره نۀ وُو روان، د هغوئ شوق صِرف پېسې پېدا کول وُو، هغوئ به رشوت اخستو او د اِنصاف تباهى به يې کوله.</verse>
				<verse number="4">نو بيا د بنى اِسرائيلو ټول مشران راغونډ شول او په راما کښې سموئيل له لاړل،</verse>
				<verse number="5">او هغۀ ته يې ووئيل، ”ګوره، تۀ بوډا کېږې او زامن دې ستا په لاره نۀ دى روان. نو يو بادشاه مقرر کړه چې په مونږ باندې بادشاهى کوى، نو داسې د نورو قومونو په شان به زمونږ هم يو بادشاه وى.“</verse>
				<verse number="6">سموئيل د هغوئ بادشاه غوښتلو باندې خوشحاله نۀ وو، نو هغۀ مالِک خُدائ ته سوال وکړو،</verse>
				<verse number="7">او مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”خلق چې درته څۀ هم وائى هغې ته غوږ ونيسه. تۀ هغه څوک نۀ يې چې رد کړے شوے يې، په حقيقت کښې دا زۀ يم چې هغوئ د بادشاه په توګه رد کړے يم.</verse>
				<verse number="8">چې د کوم وخت نه ما هغوئ د مِصر نه راويستلى دى، نو هغوئ زما نه اوړېدلى دى او د نورو معبودانو عبادت يې کړے دے، او اوس هغوئ تا سره هغه څۀ کوى چې همېشه يې زما سره کړى دى.</verse>
				<verse number="9">نو بيا هغوئ ته غوږ کېږده، خو سخت خبردارے هم ورکړه او هغوئ ته ووايه چې خپل بادشاهان به ورسره څۀ سلوک کوى.“</verse>
				<verse number="10">نو سموئيل هغه خلقو ته چا چې بادشاه غوښتو هغه هر څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ هغۀ ته فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="11">سموئيل ورته وفرمائيل، ”ستاسو بادشاه به تاسو سره داسې سلوک کوى، هغه به ستاسو زامنو نه فوجيان جوړ کړى، څۀ به د هغۀ د جنګى ګاډو خِدمت کوى، څۀ به د هغۀ د آسونو والا وى او څۀ به د هغۀ د ګاډو نه مخکښې منډې وهى.</verse>
				<verse number="12">هغه به ستاسو څۀ زامن د زرګونو سړو او نور د پنځوسو سړو مشران آفسران جوړ کړى. ستاسو زامن به د هغۀ په پټو کښې يوې کوى، د هغۀ فصلونه به رېبى، وسله او د هغۀ د جنګى ګاډو دپاره به نور سامان جوړوى.</verse>
				<verse number="13">ستاسو لوڼه به دې ته جوړې کړى چې د هغۀ دپاره عطر جوړوى او د هغۀ دپاره به د اخلى پخلى والا او نانبايانو په توګه کار کوى.</verse>
				<verse number="14">هغه به ستاسو ښۀ پټى، د انګورو او د زيتُونو باغونه ونيسى او خپلو آفسرانو له به يې ورکړى.</verse>
				<verse number="15">هغه به د ستاسو د غلې او انګورو لسمه حِصه د خپل دربار د آفسرانو دپاره او د نورو آفسرانو دپاره اخلى.</verse>
				<verse number="16">هغه به ستاسو نوکران او ستاسو ښۀ څاروى او خرونه واخلى او کار به ترې نه اخلى.</verse>
				<verse number="17">هغه به ستاسو د رَمې لسمه برخه اخلى. او تاسو به په خپله د هغۀ نوکران شئ.</verse>
				<verse number="18">کله چې هغه وخت راشى، نو تاسو به د دې بادشاه نه د خلاصون دپاره فرياد وکړئ، کوم چې تاسو په خپله خوښ کړے وى، خو په هغه وخت کښې به مالِک خُدائ ستاسو شکايتونه نۀ اورى.“</verse>
				<verse number="19">خو خلقو د سموئيل خبره ونۀ منله او وې وئيل، ”نه، مونږ د ځان دپاره يو بادشاه غواړُو،</verse>
				<verse number="20">نو داسې مونږ به د نورو قومونو په شان شُو، چې په مونږ باندې خپل بادشاه حکومت کوى او په جنګ کښې مو مشرى کوى او زمونږ جنګونه به کوى.“</verse>
				<verse number="21">هغوئ چې څۀ هم وئيل نو سموئيل ورته غوږ نيولے وو او بيا لاړو او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”هغوئ چې څۀ وائى نو هم هغه شان وکړه او هغوئ له يو بادشاه ورکړه.“ بيا سموئيل د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو ته وفرمائيل چې واپس کور ته لاړ شئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">د بنيامين د قبيلې يو مالدار او تکړه سړے وو چې نوم يې قيس وو، هغه د ابى‌اېل زوئ او صرور نمسے وو او د بکورت د خاندان وو، چې د افيخ د قبيلې يوه برخه ده.</verse>
				<verse number="2">د ساؤل په نامه د هغۀ يو زوئ وو چې يو ښائسته زلمے وو. ساؤل په بنى اِسرائيلو کښې د ټولو نه ښائسته سړ‌ے وو او داسې د ټولو نه زيات لوړ هم وو.</verse>
				<verse number="3">د قيس يو څو خرونه ورک شول، نو هغۀ ساؤل ته ووئيل، ”د ځان سره يو نوکر بوځه او هغه خرونه ولټوه.“</verse>
				<verse number="4">هغوئ د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې او سليسه په علاقه کښې وګرځېدل، خو پېدا يې نۀ کړل، هغوئ د سعليم په علاقه کښې ورپسې وګرځېدل، خو خرونه هلته هم نۀ وو. بيا هغوئ د بنيامين په علاقه کښې وګرځېدل، خو بيا يې هم ونۀ موندل.</verse>
				<verse number="5">کله چې هغوئ د صُوف علاقې ته لاړل، نو ساؤل خپل نوکر ته ووئيل، ”راځه چې واپس کور ته لاړ شُو، کېدے شى زما پلار د خرونو خيال پرېښے وى او زمونږ په حقله پرېشانه وى.“</verse>
				<verse number="6">نوکر ورته ووئيل، ”ګوره، په دې ښار کښې د خُدائ پاک يو خِدمتګار دے چې ډېر زيات عزتمند دے ځکه چې هغه څۀ هم وائى نو هغه رښتيا کيږى. راځئ چې هغۀ له ورشو، کېدے شى چې هغه مونږ ته ووائى چې مونږ خرونه چرته موندلے شُو.“</verse>
				<verse number="7">ساؤل ترې نه تپوس وکړو، ”کۀ مونږ هغۀ له ورشو، نو مونږ به څۀ ورکوو؟ زمونږ په بوجو کښې خوراک نۀ دے پاتې او زمونږ سره هيڅ هم نشته چې هغۀ له يې ورکړو.“</verse>
				<verse number="8">نوکر ورته په جواب کښې ووئيل، ”زما سره د سپينو زرو يوه وړه سيکه ده. زۀ هغۀ له دا ورکولے شم، نو هغه به مونږ ته ووائى چې مونږ خرونه چرته پېدا کولے شُو.“</verse>
				<verse number="9">ساؤل ورته ووئيل، ”ټيک ده، راځه چې ځُو.“ نو هغوئ هغه ښار ته لاړل چرته چې د خُدائ پاک خِدمتګار اوسېدو. کله چې هغوئ هغه ښار ته په غرۀ باندې ختل، نو هغوئ د يو څو ښځو سره مِلاو شول چې هغوئ اوبو وړلو له راروانې وې. هغوئ د دې ښځو نه تپوس وکړو، ”په ښار کښې يو پېشګوئې ورکوونکے شته؟“ په هغه وخت کښې به يو پېغمبر پېشګوئې ورکوونکے بللے شو، نو چې کله به هم چا د خُدائ پاک نه د څۀ تپوس کولو، نو هغۀ به وئيل، ”ځه چې پېشګوئې ورکوونکى له لاړ شُو.“</verse>
				<verse number="10"></verse>
				<verse number="11"></verse>
				<verse number="12">هغه جينکو ووئيل، ”آو، هغه شته. ګورئ، هغه ستاسو نه لږ وړاندې دے. کۀ تاسو تېز شئ، نو هغۀ ته به ورسېږئ. چې څنګه تاسو ښار ته لاړ شئ، نو هغه به ووينئ. هغه ښار ته هم نن رسېدلے دے نو ځکه خلق په غرۀ کښې په قربان‌ګاه باندې نذرانه پېش کوى. کوم خلق چې راغوښتلے شوى دى هغوئ به تر هغې پورې خوراک نۀ شروع کوى چې هغه هلته تلے نۀ وى، ځکه چې هغه اول قربانۍ له برکت ورکوى. اوس بره لاړ شئ، نو هغه به سمدستى ووينئ.“</verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14">نو ساؤل او د هغۀ نوکر هغه ښار ته وختل او کله چې هغوئ ورننوتل نو هغوئ سموئيل وليدو چې په لاره باندې د عبادت ځائ ته د هغوئ په طرف راروان وو.</verse>
				<verse number="15">يوه ورځ مخکښې مالِک خُدائ سموئيل ته فرمائيلى وُو،</verse>
				<verse number="16">”سبا تقريباً په دې وخت به زۀ د بنيامين د قبيلې يو سړے تا له درولېږم، د هغۀ سر په تېلو غوړ کړه چې هغه زما د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه شى. او هغه به هغوئ د فلستيانو نه خلاص کړى. ما د خپلو خلقو تکليف ليدلے دے او د هغوئ فرياد مې اورېدلے دے.“</verse>
				<verse number="17">کله چې د سموئيل نظر په ساؤل پرېوتو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”دا هغه سړے دے چې د هغۀ په حقله ما درته فرمائيلى وُو. هغه به زما په خلقو بادشاهى کوى.“</verse>
				<verse number="18">بيا ساؤل سموئيل له ورَغلو، چې د دروازې په خولۀ کښې وو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”مِهربانى وکړه او ما ته ووايه چې هغه پېشګوئې ورکوونکے چرته اوسيږى؟“</verse>
				<verse number="19">سموئيل ورته وفرمائيل، ”زۀ پېشګوئې ورکوونکے يم. زما نه وړاندې د عبادت ځائ ته روان شئ. تاسو دواړه به نن ما سره روټۍ خورئ. سبا سحر به زۀ تا ته هغه څۀ وښايم چې ستا په زړۀ کښې وى او تاسو به رُخصت کړم.</verse>
				<verse number="20">چې کوم خرونه درې ورځې مخکښې ورک شوى وُو، د هغې فکر مۀ کوئ، هغه پېدا شوى دى. خو دا تۀ او ستا د پلار خاندان دے چې د ټولو بنى اِسرائيلو زړۀ ور پورې تړلے دے.“</verse>
				<verse number="21">ساؤل ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ د بنيامين د قبيلې يم، کومه چې د بنى اِسرائيلو د ټولو نه وړه قبيله وه او په قبيله کښې زما د خاندان اهميت د ټولو نه کم دے. نو بيا، تۀ زما سره داسې خبرې ولې کوې؟“</verse>
				<verse number="22">بيا سموئيل ساؤل او د هغۀ نوکر يې يوې غټې کوټې ته بوتلل او هغوئ له يې د دسترخوان په سر کښې ځائ ورکړو چرته چې تقريباً ټول دېرش کسان ناست وُو.</verse>
				<verse number="23">سموئيل د اخلى پخلى والا ته وفرمائيل، ”د غوښې هغه ټُکړه راوړه چې ما درکړې وه او درته مې فرمائيلى وُو چې جدا يې کېږده.“</verse>
				<verse number="24">نو د اخلى پخلى والا د ټولو نه ښۀ غوښه راوړه او د ساؤل په مخکښې يې کېښوده. سموئيل ورته وفرمائيل، ”ګوره، دا هغه ټُکړه ده چې ستا دپاره ساتلے شوې وه. دا وخوره. د دې خلقو د رابللو نه مخکښې دا ما ستا دپاره اېښې وه.“ نو ساؤل په هغه ورځ د سموئيل سره روټۍ وخوړه.</verse>
				<verse number="25">کله چې هغوئ د عبادت ځائ نه ښار ته کوز شول، نو هغوئ په چت باندې د ساؤل دپاره د څملاستو ځائ تيار کړو،</verse>
				<verse number="26">او هغه هلته اودۀ شو. په سحر کښې سموئيل ساؤل ته په چت باندې آواز وکړو، ”پاڅه او زۀ به تا رُخصت کړم.“ ساؤل پاڅېدو او هغه او سموئيل دواړه يو ځائ بهر کوڅې ته لاړل.</verse>
				<verse number="27">کله چې هغوئ د ښار سر ته ورسېدل، نو سموئيل ساؤل ته وفرمائيل، ”نوکر ته ووايه چې زمونږ نه مخکښې روان شى.“ نوکر لاړو او سموئيل خپله خبره جارى وساتله، ”لږ وخت دلته ايسار شه، نو زۀ به تا ته د خُدائ پاک د طرف نه يوه خبره وکړم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې،</verse>
				<verse number="2">چې تاسو نن زما نه لاړ شئ، نو د بنيامين په علاقه ضلضع کښې د راحيل د قبر سره نزدې به تاسو د دوو سړو سره مِلاو شئ. هغوئ به تاسو ته ووائى چې تاسو کوم خرونه لټوئ هغه پېدا شوى دى، نو داسې ستاسو پلار به د خرونو په حقله پرېشان نۀ وى خو ستاسو په حقله به پرېشان وى او بيا بيا به تپوسونه کوى چې زما زوئ چرته دے؟</verse>
				<verse number="3">کله چې تاسو په تبور کښې پاکې ونې ته ورسېږئ، نو هلته به تاسو د درېو سړو سره مِلاو شئ چې په بيت‌ايل کښې خُدائ پاک ته يوه نذرانه پېش کولو له روان وى. يو به د چېلۍ درې بچى روان کړى وى، بل به درې روټۍ روانې کړې وى او درېم سره به د ميو نه ډکه مشکيزه وى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ به په تاسو سلام واچوى او دوه روټۍ به درته پېش کړى، هغه تاسو قبولې کړئ.</verse>
				<verse number="5">بيا به تاسو په جبعه کښې د خُدائ پاک غر ته لاړ شئ، چرته چې د فلستيانو کېمپ دے. ښار ته د ننوتلو په ځائ کښې به تاسو د پېغمبرانو يوې قبيلې سره مِلاو شئ چې په غرۀ باندې د قربان‌ګاه نه راکوزيږى، بينجو، تمبل، شپېلۍ او رباب به غږوى. او هغوئ به په جذبه کښې پېغام ورکوى.</verse>
				<verse number="6">د مالِک خُدائ روح به ناڅاپه په تاسو باندې راشى او تاسو به هم د هغوئ سره پېشګوئې شروع کړئ. او تاسو به هغه شان نۀ يئ لکه چې څنګه مخکښې وئ.</verse>
				<verse number="7">کله چې دا نښې وشى نو تاسو هغه څۀ وکړئ چې څۀ مناسب وى، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو مل دے.</verse>
				<verse number="8">تاسو به زما نه مخکښې لاندې جِلجال ته لاړ شئ، هلته به زۀ ستاسو سره ملګرے شم او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې به پېش کړم. اووۀ ورځې هلته اِنتظار وکړئ تر دې پورې چې زۀ درشم او درته ووايم چې څۀ به کوئ.“</verse>
				<verse number="9">کله چې ساؤل د سموئيل نه روان شو، نو خُدائ پاک ساؤل بېخى بدل کړو. او په هغه ورځ هغه هر څۀ وشول چې څۀ ورته سموئيل فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="10">کله چې ساؤل او د هغۀ نوکر جبعه ته ورسېدل، نو د پېغمبرانو يوه ډله ورسره مِلاو شوه، د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ باندې راغلو او هغۀ د هغوئ سره پېشګوئې ورکول شروع کړل.</verse>
				<verse number="11">کومو خلقو چې هغه د مخکښې نه پېژندلو او چې هغوئ وليدلو چې دا هر څۀ يې کول نو هغوئ د يو بل نه تپوس وکړو، ”د قيس په زوئ باندې څۀ شوى دى؟ ساؤل پېغمبر شوے دے څۀ؟“</verse>
				<verse number="12">يو مقامى سړى ووئيل، ”کۀ د چا پلار څۀ هم وى نو ولې د هغۀ زوئ پېغمبر جوړېدے شى څۀ؟“ نو بيا دا يو متل جوړ شو، ”آيا ساؤل هم په نبيانو کښې شمېرلے شى؟“</verse>
				<verse number="13">کله چې ساؤل خپله پېشګوئې ختمه کړه نو هغه د عبادت ځائ ته وختلو.</verse>
				<verse number="14">د ساؤل ترۀ هغه او نوکر وليدل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تاسو چرته وئ؟“ ساؤل ورته په جواب کښې ووئيل، ”خرونه مو لټول. کله چې مونږ خرونه پېدا نۀ کړل نو د سموئيل سره مِلاوېدو له لاړُو.“</verse>
				<verse number="15">د ساؤل ترۀ ترې نه تپوس وکړو، ”او سموئيل تاسو ته څۀ ووئيل؟“</verse>
				<verse number="16">ساؤل جواب ورکړو، ”هغۀ مونږ ته ووئيل چې خرونه پېدا شوى دى.“ خو هغۀ خپل ترۀ ته د بادشاه کېدو په حقله ونۀ وئيل چې سموئيل ورته څۀ فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="17">سموئيل په مصفاه کښې خلق د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ کړل</verse>
				<verse number="18">او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او د مِصريانو او هغه نورو ټولو خلقو نه مې بچ کړئ چې کومو په تاسو باندې سختى کوله.</verse>
				<verse number="19">زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه څوک چې تاسو د ټولو تکليفونو او سختو نه بچ کوى، خو تاسو نن زۀ رد کړے يم او بادشاه مو رانه غوښتے دے. ډېره ښۀ ده، نو د مالِک خُدائ په وړاندې ډله په ډله او قبيله په قبيله راغونډ شئ.“</verse>
				<verse number="20">بيا سموئيل هره قبيله وړاندې راوستله او د بنيامين قبيله د پچې په ذريعه خوښه کړے شوه.</verse>
				<verse number="21">بيا سموئيل د بنيامين د قبيلو خاندان وړاندې راوستلې او د مِطرى خاندان خوښه کړے شو. بيا د مِطرى د خاندان سړى وړاندې راغلل او د قيس زوئ ساؤل خوښ کړے شو. هغوئ هغه ولټولو، خو چې کله يې هغه ونۀ موندلو،</verse>
				<verse number="22">نو هغوئ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”هغه سړے تر اوسه پورې دلته راغلے دے څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ګورئ، هغه د بوجو په مينځ کښې پټ شوے دے.“</verse>
				<verse number="23">نو هغوئ منډه کړه او ساؤل يې بهر خلقو ته راوويستلو او هغه د خلقو په مينځ کښې ودرېدو. هغه د ټولو نه لوړ سړے وو.</verse>
				<verse number="24">سموئيل خلقو ته وفرمائيل، ”هغه سړے دا دے کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. زمونږ په مينځ کښې د هغۀ په شان بل هيڅ څوک هم نشته.“ نو ټولو خلقو چغه کړه، ”بادشاه زِنده‌باد.“</verse>
				<verse number="25">سموئيل خلقو ته د بادشاه حقُونه او ذمه وارۍ بيان کړې او بيا يې په يو کِتاب کښې وليکلې او کِتاب يې د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو. بيا هغۀ ټول خلق کورونو ته ولېږل.</verse>
				<verse number="26">ساؤل هم واپس په جبعه کښې خپل کور ته لاړو. يو څو تکړه سړى هم ورسره لاړل چې د هغوئ زړونه خُدائ پاک بدل کړى وُو.</verse>
				<verse number="27">خو څۀ شريرانو خلقو ووئيل، ”دا سړے به مونږ څنګه بچ کړى؟“ هغوئ د ساؤل سپکاوے وکړو او تُحفې يې ورله رانۀ وړې. خو ساؤل هيڅ جواب ورنۀ کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">تقريباً يوه مياشت وروستو عمونى بادشاه ناحس د جِلعاد په علاقه کښې د يبيس ښار خِلاف خپل لښکر روان کړو او ښار يې محاصره کړو. د يبيس سړو ناحس ته ووئيل، ”مونږ سره د صُلحې تړون وکړه، نو مونږ به تا خپل بادشاه ومنو.“</verse>
				<verse number="2">ناحس جواب ورکړو، ”زۀ به ستاسو سره په يو شرط باندې د صُلحې تړون وکړم، زۀ به د هر يو کس ښۍ سترګه وباسم او دا به د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره د شرم خبره وى.“</verse>
				<verse number="3">د يبيس مشرانو ووئيل، ”مونږ له اووۀ ورځې راکړئ چې مونږ د بنى اِسرائيلو ټول مُلک ته پېغام وړُونکى ولېږُو. کۀ مونږ هيچا هم بچ نۀ کړُو، نو مونږ به تاسو ته حواله شُو.“</verse>
				<verse number="4">پېغام وړُونکى جبعې ته ورسېدل، چرته چې ساؤل اوسېدو او کله يې چې ورته خبر بيان کړو نو خلقو په چغو چغو وژړل.</verse>
				<verse number="5">ساؤل د پټى نه غوَيى روان کړى وُو او تپوس يې وکړو، ”څۀ شوى دى؟ دا خلق ولې ژاړى؟“ چې کوم خبر پېغام وړونکو د يبيس نه راوړے وو نو هغوئ هغه ورته بيان کړو.</verse>
				<verse number="6">کله چې ساؤل دا واورېدل نو د خُدائ پاک روح د لوئ طاقت سره په هغۀ نازل شو او ساؤل سخت غصه وو.</verse>
				<verse number="7">هغۀ دوه غوَيى بوتلل، ټوټې ټوټې يې کړل او د دې خبردارى سره يې پېغام وړُونکى ولېږل چې د بنى اِسرائيلو ټول مُلک ته دا ټوټې يوسئ، ”څوک هم چې د جنګ دپاره په ساؤل او سموئيل پسې نۀ ځى نو د هغۀ د غوَيانو سره به دا چل کيږى.“ نو د دې په وجه د مالِک خُدائ يره په بنى اِسرائيلو باندې راغله او هغوئ ټول په يو ځائ راووتل.</verse>
				<verse number="8">ساؤل هغوئ په بزق کښې راغونډ کړل، هغوئ درې لاکه د بنى اِسرائيل نه وُو او دېرش زره د يهوداه د قبيلې کسان وُو.</verse>
				<verse number="9">هغوئ د يبيس پېغام وړونکو ته ووئيل، ”خپلو خلقو ته ووايئ چې سبا د غرمې نه مخکښې به هغوئ خلاص شى.“ کله چې د يبيس خلقو ته دا پېغام مِلاو شو، نو هغوئ ډېر خوشحاله شول</verse>
				<verse number="10">او ناحس ته يې ووئيل، ”سبا به مونږ تا ته خپل ځان حواله کړُو او چې ستا څۀ خوښه وى نو هغه راسره وکړه.“</verse>
				<verse number="11">په هغه شپه ساؤل خپل سړى په درېو ډلو کښې تقسيم کړل او هغوئ سحر وختى د دشمن په خېمو باندې تېز ورغلل او په عمونيانو باندې يې حمله وکړه. تر غرمې پورې يې ټول وژلى وُو. ژوندى پاتې کسان خوارۀ وارۀ شول، هر يو سړى په خپله مخه منډې وهلې.</verse>
				<verse number="12">بيا خلقو سموئيل ته ووئيل، ”هغه خلق چرته دى چې کومو وئيل چې ساؤل به زمونږ بادشاه نۀ وى؟ هغوئ مونږ ته حواله کړه او مونږ به يې ووژنو.“</verse>
				<verse number="13">خو ساؤل ورته ووئيل، ”نن به هيڅ څوک هم نۀ شى وژلے، ځکه چې نن هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيليان بچ کړى وُو.“</verse>
				<verse number="14">او سموئيل هغوئ ته وفرمائيل، ”راځئ چې يو ځل بيا ټول جِلجال ته لاړ شُو او ساؤل دوباره خپل بادشاه جوړ کړُو.“</verse>
				<verse number="15">نو هغوئ ټول جِلجال ته لاړل او هلته يې په مقدس ځائ کښې د ساؤل د بادشاهۍ اِعلان وکړو. هغوئ د سلامتۍ نذرانې پېش کړې او ساؤل او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو يوه لويه خوشحالى وکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">بيا سموئيل ټولو بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو چې ما ته څۀ وئيلى وُو نو ما هغه کړى دى. ما يو بادشاه درکړے دے چې په تاسو بادشاهى وکړى،</verse>
				<verse number="2">او اوس هغه ستاسو د لارښودنې دپاره تاسو سره دے. زۀ بوډا او سپين‌ږيرے يم او تاسو ته پته ده چې زما زامن تاسو سره دى. زۀ د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ستاسو مشر وم.</verse>
				<verse number="3">زۀ ستاسو په وړاندې يم. کۀ ما څۀ غلط کار کړے وى، اوس اوس د مالِک خُدائ او د هغه بادشاه په مخکښې په ما اِلزام ولګوئ کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. ما د چا غوَيے يا د چا خر بوتلے دے څۀ؟ ولې ما څوک دوکه کړے دے يا مې په چا ظلم کړے دے څۀ؟ ما د چا نه رشوت اخستے دے څۀ؟ کۀ ما دا يو کار هم کړے وى، نو ما چې څۀ هم اخستى وى هغه به واپس ورکړم.“</verse>
				<verse number="4">خلقو جواب ورکړو، ”نه، تا مونږ له نۀ دوکه راکړې ده او نۀ دې په مونږ ظلم کړے دے، تا د هيچا نه هيڅ هم نۀ دى اخستى.“</verse>
				<verse number="5">سموئيل ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ او هغۀ چې کوم بادشاه خوښ کړے دے نن د دې خبرې ګواهان دى چې زۀ بېخى بې‌ګناه يم.“ هغوئ ورته وفرمائيل، ”آو، مالِک خُدائ ګواه دے.“</verse>
				<verse number="6">سموئيل وفرمائيل، ”مالِک خُدائ هغه څوک دے چا چې موسىٰ او هارون خوښ کړل او ستاسو پلار نيکۀ يې د مِصر نه راوويستل.</verse>
				<verse number="7">اوس چې چرته يئ نو هم هلته ودرېږئ او زۀ به د مالِک خُدائ په مخکښې تاسو ودروم چې هغه ټول لوئ لوئ کارونه در په ياد کړم چې مالِک خُدائ ستاسو او ستاسو د پلار نيکۀ د بچ کولو دپاره کړى دى.</verse>
				<verse number="8">کله چې يعقوب او د هغۀ خاندان مِصر ته لاړل، نو ستاسو پلار نيکۀ د مدد دپاره فرياد وکړو او هغۀ موسىٰ او هارون راولېږل او هغوئ ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل او په دې مُلک کښې يې دېره کړل.</verse>
				<verse number="9">خو خلقو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک هېر کړو، نو هغۀ هغوئ سِسيرا ته حواله کړل څوک چې د حصور د ښار د لښکر مشر وو او فلستيانو او د موآب بادشاه ته يې حواله کړل، چې هغوئ ستاسو د پلار نيکۀ خِلاف وجنګيږى او شکست ورکړى.</verse>
				<verse number="10">بيا هغوئ مالِک خُدائ ته وئيل چې، مونږ ګناه کړې ده ځکه مونږ ستا نه واوړېدو او د بعل او عستارات د بُتانو عبادت مو وکړو. مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړه او مونږ به ستا عبادت کوُو.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ جدعون، برق او اِفتاح راولېږل او په آخر کښې يې زۀ راولېږلم. مونږ هر يو تاسو د ګېرچاپېره دشمنانو نه بچ کړئ او تاسو په خېر سره ژوند تېرولو.</verse>
				<verse number="12">خو کله چې تاسو وليدل چې د عمون بادشاه ناحس په تاسو حمله کوى، نو تاسو مالِک خُدائ رد کړو اګر چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو بادشاه وو خو تاسو بيا هم ما ته ووئيل چې مونږ يو بادشاه غواړُو چې په مونږ بادشاهى کوى.</verse>
				<verse number="13">نو اوس هغه بادشاه دا دے چې تاسو خوښ کړے دے، تاسو هغه غوښتے وو او مالِک خُدائ تاسو له درکړو.</verse>
				<verse number="14">کۀ تاسو د مالِک خُدائ نه يرېږئ، د هغۀ خِدمت او تابعدارى کوئ او د هغۀ د حُکم نه سرکشى مۀ کوئ او کۀ تاسو او هغه بادشاه چې په تاسو بادشاهى کوى د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک تابعدارى کوئ نو ستاسو هر کار به سم وى.</verse>
				<verse number="15">خو کۀ تاسو مالِک خُدائ ته غوږ نۀ نيسئ او د هغۀ د حُکمونو نافرمانى کوئ، نو هغه به ستاسو او ستاسو د بادشاه خِلاف شى.</verse>
				<verse number="16">نو بيا دلته ودرېږئ او تاسو به په خپلو سترګو هغه لوئ لوئ کارونه ووينئ چې مالِک خُدائ يې کوى.</verse>
				<verse number="17">تاسو ته پته ده چې دا د غنمو د لَو وخت دے چې دا د باران موسم نۀ وى خو زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم او هغه به تندر او باران راولېږى. کله چې داسې وشى نو تاسو ته به پته ولګى چې تاسو د مالِک خُدائ خِلاف يوه لويه ګناه کړې ده کله چې تاسو د هغۀ نه يو بادشاه وغوښتو.“</verse>
				<verse number="18">نو سموئيل سوال وکړو او هم په هغه ورځ مالِک خُدائ تندر او باران راولېږلو. نو ټول خلق د مالِک خُدائ او سموئيل نه ويرېدل،</verse>
				<verse number="19">او هغوئ سموئيل ته ووئيل، ”مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته زمونږ دپاره سوال وکړه، نو داسې به مونږ نۀ مړۀ کيږُو. اوس مونږ ته دا پته لګېدلې ده چې د نورو ټولو ګناهونو نه علاوه مونږ دا ګناه هم کړې ده چې يو بادشاه مو غوښتے دے.“</verse>
				<verse number="20">سموئيل ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، اګر چې تاسو داسې بد عمل کړے هم دے خو د مالِک خُدائ نه مۀ اوړئ او د خپل ټول زړۀ سره د هغۀ خِدمت کوئ.</verse>
				<verse number="21">د بې‌کاره بُتانو عبادت دپاره واپس مۀ ورګرځئ، هغه بُتان نۀ ستاسو مدد کولے شى او نۀ مو بچ کولے شى، ځکه چې دا بې‌کاره دى.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ به د خپل نوم د خاطره تاسو نۀ پرېږدى، ځکه چې د هغۀ دا خوښه ده چې تاسو خپل خلق جوړ کړى.</verse>
				<verse number="23">باقى پاتې شوه زما خبره، نو مالِک خُدائ دې ونۀ کړى چې د هغۀ خِلاف داسې ګناه وکړم چې هغۀ ته ستاسو دپاره سوال نۀ کوم. او زۀ به تاسو ته هغه لار ښايم چې کومه ښۀ او صحيح وى.</verse>
				<verse number="24">د مالِک خُدائ نه يره په کار ده او د زړۀ د اخلاصه په وفادارۍ سره د هغۀ خِدمت کوئ. هغه لوئ لوئ کارونه راپه ياد کړئ چې هغۀ ستاسو دپاره کړى دى.</verse>
				<verse number="25">خو کۀ تاسو بيا هم خپله بدعملى کوئ نو تاسو او ستاسو بادشاه به تباه شئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">ساؤل د دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شو او هغۀ دوه څلوېښت کاله په بنى اِسرائيلو بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="2">ساؤل درې زره سړى خوښ کړل، دوه زره يې د ځان سره په مِکماس کښې او د غرونو مُلک بيت‌ايل کښې وساتل او زر سړى يې د خپل زوئ يونتن سره جبعې ته ولېږل چې د بنيامين د قبيلې علاقه ده. باقى پاتې سړى ساؤل کورونو ته ولېږل.</verse>
				<verse number="3">يونتن په فلستيانو حمله وکړه او په جبعه کښې يې د هغوئ قلعه تباه کړه او ټول فلستيان د دې نه خبر شول. بيا ساؤل پېغام وړُونکى ولېږل چې عبرانيان د جنګ دپاره راوغواړى او په ټول مُلک کښې يې د خبردارى دپاره بيګلې وغږولې.</verse>
				<verse number="4">نو ټول بنى اِسرائيليان خبر شول چې ساؤل فلستىے مشر وژلے دے او دا چې فلستيان ستاسو نه نور نفرت هم کوى. نو خلق راغونډ شول او په جِلجال کښې د ساؤل سره شول.</verse>
				<verse number="5">فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف د جنګ دپاره راغونډ شول، د هغوئ سره دېرش زره جنګى ګاډۍ وې، شپږ زره په آسونو سوارۀ کسان او دومره ډېر فوجيان ورسره وُو لکه چې په سمندر کښې څومره شګې دى. هغوئ د بيت‌آون نمرخاتۀ طرف ته مِکماس ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="6">کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې حالات نازک دى او د هغوئ لښکر د سختۍ سره مخ دے، نو هغوئ د ګټو په غارونو او سورو کښې، ونو بوټو او په کُوهو کښې پټ شول،</verse>
				<verse number="7">هغه نور د جاد او جِلعاد علاقې ته د اُردن سيند نه پورې وتل. ساؤل تر اوسه پورې په جِلجال کښې وو او د هغۀ سره چې کوم خلق وُو هغوئ د يرې نه ريږدېدل.</verse>
				<verse number="8">هغۀ اووۀ ورځې د سموئيل اِنتظار وکړو، لکه څنګه چې سموئيل ورته فرمائيلى وُو، خو سموئيل بيا هم جِلجال ته رانۀ غلو. نو خلقو د ساؤل په پرېښودو شروع وکړه،</verse>
				<verse number="9">نو هغۀ ورته ووئيل، ”ما له سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې راوړئ.“ او هغۀ په خپله يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کړه،</verse>
				<verse number="10">او چې څنګه يې نذرانه ختمه کړه، نو سموئيل راورسېدو. ساؤل هغۀ سره مِلاوېدو او ستړى مشى له ورَغلو،</verse>
				<verse number="11">خو سموئيل وفرمائيل، ”تا څۀ کړى دى؟“ ساؤل جواب ورکړو، ”خلق زما نه تلل، خو چې تا څنګه فرمائيلى وُو نو تۀ په مقرر وخت رانۀ غلې، د دې نه علاوه، فلستيان په مِکماس کښې د جنګ دپاره راغونډيږى.</verse>
				<verse number="12">نو زما خيال دا وو چې فلستيان دلته په ما باندې په جِلجال کښې حمله کوى، خو ما مالِک خُدائ ته سوال نۀ وو کړے او زۀ مجبور وم چې نذرانه پېش کړم.“</verse>
				<verse number="13">سموئيل ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”داسې کول بې‌وقوفى وه. تا د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکم نۀ دے منلے. کۀ تا منلے وے نو هغۀ به تۀ او ستا اولاد بادشاهان جوړ کړى وئ چې همېشه دپاره په بنى اِسرائيلو حکومت وکړئ.</verse>
				<verse number="14">خو اوس به ستا بادشاهى ختمه شى. ځکه چې تا د هغۀ نافرمانى کړې ده، مالِک خُدائ يو داسې سړے لټولے دے چې د هغۀ خوښ وو او هغه يې د خپلو خلقو بادشاه مقرر کړے دے.“</verse>
				<verse number="15">سموئيل د جِلجال نه روان شو او په خپله مخه لاړو. پاتې خلق په ساؤل پسې لاړل چې د فوجيانو سره شامل شى، هغوئ د جِلجال نه د بنيامين په علاقه کښې جبعې ته لاړل. ساؤل د خپل لښکر معائنه وکړه چې تقريباً شپږ سوه سړى پاتې وُو.</verse>
				<verse number="16">ساؤل، د هغۀ زوئ يونتن او د دوئ سړو د بنيامين په علاقه جبعه کښې خېمې ولګولې، د فلستيانو خېمې په مِکماس کښې وې.</verse>
				<verse number="17">فلستى فوجيان په درېو ډلو کښې د حملې دپاره د خپلو خېمو نه ووتل، يوه قبيله د سعال په علاقه کښې عفره ته لاړه،</verse>
				<verse number="18">بله ډله بيت‌حورون طرف ته لاړه او هغه بله يوه د حد پولې ته لاړه چې د کوم ځائ نه د صبوئيم وادى او بيابان ښکارېدو.</verse>
				<verse number="19">(په بنى اِسرائيلو کښې لوهار نۀ وو ځکه چې د فلستيانو اراده دا وه چې عبرانيان تُورې او نېزې جوړې نۀ کړى.</verse>
				<verse number="20">بنى اِسرائيليان به د خپلو يوو، ګينټو، تبرُونو او لورونو تېرولو دپاره فلستيانو له تلل،</verse>
				<verse number="21">د تبرُونو او لورونو د تېرۀ کولو او د غوَيى د سامان مرمت کولو مزدورى يوه وړه سيکه وه او دوه سيکې د يوې او ګينټۍ تېرۀ کولو دپاره وې.)</verse>
				<verse number="22">نو د جنګ په هغه ورځ باندې د ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن نه بغېر د يو بنى اِسرائيلى فوجى سره هم تُوره يا نېزه نۀ وه.</verse>
				<verse number="23">فلستيانو د فوجيانو يوه ډله ولېږله چې د مِکماس د درې حِفاظت وکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">يوه ورځ يونتن هغه زلمى ته ووئيل کوم چې د هغۀ وسله وړله، ”راځه چې هغه طرف ته لاړ شُو چرته چې د فلستيانو قلعه ده.“ خو يونتن خپل پلار ساؤل خبر نۀ کړو،</verse>
				<verse number="2">ساؤل په مجرون کښې د انار د ونې لاندې ناست وو، دا جبعې ته نزدې وه او تقريباً شپږ سوه سړى د هغۀ سره وُو.</verse>
				<verse number="3">د ساؤل په سړو کښې اخياه اِمام هم وو کوم چې پېش بند ګرځولو، اخياه د يکبود د ورور اخيطوب زوئ وو، چې دے د فينحاس زوئ او د عيلى نمسے وو، چې په سيلا کښې د مالِک خُدائ اِمام وو. خو هيچا ته پته ونۀ لګېده چې يونتن تلے دے.</verse>
				<verse number="4">د مِکماس په دره کښې، چې د کومې نه يونتن تېرېدو چې فلستيانو قلعې ته ورسيږى، هلته دوه لوئې کَمَرې وې، چې د درې په دواړو طرفونو باندې يو يو وو. د يو کَمَر نوم بوصيص وو او د بل سنه وو.</verse>
				<verse number="5">يو د درې په شمال طرف باندې وو، چې مخ يې مِکماس ته وو او بل په جنوبى طرف باندې وو چې مخ يې جبعې ته وو.</verse>
				<verse number="6">يونتن هغه وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”راځه چې د هغه ناسنته خلقو قلعې ته ورواوړُو. کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ مدد وکړى، مالِک خُدائ د ډېرو يا د لږو خلقو په ذريعه هم خلاصون ورکولے شى او داسې يو څيز هم نشته چې هغه رايسار کړى.“</verse>
				<verse number="7">زلمى ورته ووئيل، ”تۀ چې څۀ هم کول غواړې، نو په هر کار کښې زۀ درسره يم.“</verse>
				<verse number="8">يونتن ورته ووئيل، ”ټيک ده. مونږ به هغه بل طرف ته واوړُو او پرېږده چې فلستيان مونږ ووينى.</verse>
				<verse number="9">کۀ هغوئ مونږ ته ووائى چې تر هغې پورې هلته ايسار شئ چې مونږ درورسېږو، نو بيا چې مونږ چرته يُو هلته به اِنتظار وکړُو.</verse>
				<verse number="10">خو کۀ هغوئ مونږ ته ووائى چې راشئ، نو مونږ به ورشُو، ځکه چې دا به د هغه فتحې نښه وى چې مالِک خُدائ مونږ له په هغوئ باندې راکړې ده.“</verse>
				<verse number="11">نو هغوئ فلستيان پرېښودل چې هغوئ وګورى او فلستيانو ووئيل، ”ګورئ، څۀ عبرانيان د هغه غارونو نه راروان دى چې په کومو کښې پټ وُو.“</verse>
				<verse number="12">بيا هغوئ يونتن او هغه زلمى ته د کېمپ نه چغې وهلې چې، ”بره راوخېژئ، مونږ به تاسو ته چل وښايُو.“ يونتن زلمى ته ووئيل، ”ما پسې راځه. مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په دوئ باندې فتح ورکړې ده.“</verse>
				<verse number="13">يونتن د خپلو لاسونو او پښو په ذريعه د درې نه وختلو او هغه زلمے ورپسې وو. يونتن په فلستيانو حمله وکړه او هغوئ يې ووژل او زلمى هم د هغوئ څۀ کسان ووژل.</verse>
				<verse number="14">په اوله حمله کښې يونتن او هغه زلمى په يو جريب ځائ کښې تقريباً شل سړى ووژل.</verse>
				<verse number="15">نو په هغه ټوله علاقه کښې فلستيان سخت ويرېدل، حمله کوونکى او په خېمو کښې فوجيان د يرې نه ورېږدېدل، زمکه وخوځېدله او هلته يوه لويه وارخطائى وه.</verse>
				<verse number="16">د جبعې د بنيامين په علاقه کښې د ساؤل د محافظانو سړو وليدل چې فلستيانو په پرېشانۍ کښې په هر طرف باندې منډې وهلې.</verse>
				<verse number="17">نو ساؤل خپلو سړو ته ووئيل، ”فوجيان وشمېرئ او دا پته ولګوئ چې څوک نشته.“ نو هغوئ شمېر وکړو او پته ورته ولګېده چې يونتن او هغه زلمے نۀ وو چې کوم زلمى به وسله وړله.</verse>
				<verse number="18">ساؤل اخياه اِمام ته ووئيل، ”پېش بند دلته راوړه.“ په دې ورځ اخياه پېش بند د بنى اِسرائيلو په وړاندې اغوستے وو.</verse>
				<verse number="19">کله چې ساؤل اِمام ته خبرې کولې نو د فلستيانو په قلعه کښې وارخطائى نوره هم زياتېده، نو ساؤل هغۀ ته ووئيل، ”مالِک خُدائ سره د مشورې دپاره وخت نشته.“</verse>
				<verse number="20">بيا هغه او د هغۀ سړى د فلستيانو خِلاف جنګ له روان شول، فلستيان دومره په پرېشانۍ کښې وُو چې د يو بل خِلاف جنګېدل.</verse>
				<verse number="21">څۀ عبرانيان کوم چې د فلستيانو په لښکر کښې شامل شوى وُو نو هغوئ بيا راواپس شول او د ساؤل، يونتن او د بنى اِسرائيلو سره شامل شول.</verse>
				<verse number="22">هغه نور چې د اِفرائيم په غرونو کښې پټ وُو، هغوئ واورېدل چې فلستيان وتښتېدل، نو هغوئ هم د بنى اِسرائيلو سره په جنګ کښې ملګرى شول او په فلستيانو پسې روان شول،</verse>
				<verse number="23">د بيت‌آون نه اخوا پورې ورسره جنګېدل. مالِک خُدائ په هغه ورځ بنى اِسرائيليان بچ کړل.</verse>
				<verse number="24">بنى اِسرائيليان په هغه ورځ د لوږې نه کمزورى شوى وُو، ځکه چې ساؤل قسم سره دا حُکم کړے وو، ”په هغه کس دې لعنت وى چې څوک نن د ماښام نه مخکښې څۀ وخورى چې تر کومې ما د خپلو دشمنانو نه بدل نۀ وى اخستے.“ نو ټوله ورځ د لښکر يو کس هم څۀ ونۀ خوړل.</verse>
				<verse number="25">ټول لښکر ځنګل ته دننه شو او په زمکه باندې په هر ځائ کښې د شاتو ګبينونه وُو.</verse>
				<verse number="26">کله چې هغوئ ځنګل ته وردننه شول، هغوئ وليدل چې شات رابهېدل، خو هيچا هم ونۀ خوړل ځکه چې هغوئ ټول د ساؤل د لعنت نه يرېدل.</verse>
				<verse number="27">خو يونتن خبر نۀ وو چې د هغۀ پلار د خلقو نه قسم اخستے دے، نو هغۀ چې کومه امسا ګرځوله هغه يې وروړله، د دې سر يې د شاتو په ګبين کښې ډُوب کړو او لږ يې وخوړل. او هغه سمدستى تازه دم شو.</verse>
				<verse number="28">خو يو سړى ووئيل، ”مونږ ټول د لوږې نه کمزورى يُو، خو ستا پلار زمونږ نه قسم اخستے دے هغۀ وئيلى دى چې نن څوک هم څۀ وخورى نو په هغۀ دې لعنت وى.“</verse>
				<verse number="29">يونتن ورته په جواب کښې ووئيل، ”زما پلار زمونږ د خلقو سره څۀ بد کار کړے دے. ګورئ، ما لږ شات وخوړل او څومره تازه دم شوم.</verse>
				<verse number="30">نن به دا څومره ښۀ وه چې زمونږ خلقو هغه خوراک خوړلے وے چې دشمنانو نه يې د شکست په وخت واخستو. تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به نور څومره فلستيان وژلى وے.“</verse>
				<verse number="31">په هغه ورځ بنى اِسرائيلو د مِکماس نه تر ايالون پورې فلستيان ووژل او لښکر ډېر سخت ستړے وو،</verse>
				<verse number="32">نو هغوئ هغه څيزونو له تېز لاړل چې د دشمن نه يې اخستى وُو، څاروى او د څاروو بچى يې راونيول، هم په هغه ځائ يې حلال کړل او هغه غوښه يې وخوړه چې وينه لا په کښې وه.</verse>
				<verse number="33">ساؤل ته ووئيلے شول، ”ګورئ، خلق د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کوى چې هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې ده.“ ساؤل چغه کړه، ”تاسو غدار يئ. دلته يو غټ کاڼے ما له راورغړوئ.“</verse>
				<verse number="34">بيا هغۀ يو بل حُکم ورکړو، ”خلقو له ورشئ او ټولو ته ووايئ چې خپل څاروى او ګډې دلته راولى. هغوئ به يې حلال کړى او دلته به يې وخورى، هغوئ دې د مالِک خُدائ خِلاف داسې ګناه نۀ کوى چې هغه غوښه وخورى چې وينه لا په کښې وى.“ نو په هغه شپه هغوئ ټولو خپل څاروى راوستل او هلته يې حلال کړل.</verse>
				<verse number="35">ساؤل مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، دا وړومبۍ قربان‌ګاه وه چې هغۀ جوړه کړه.</verse>
				<verse number="36">ساؤل خپلو سړو ته ووئيل، ”راځئ چې لاندې لاړ شُو او په فلستيانو باندې د شپې حمله وکړُو، د سحر پورې به يې لوټ کړُو او يو کس به هم ژوندے پرې نۀ ږدو.“ هغوئ ورته ووئيل، ”څۀ چې تا ته ښۀ ښکارى نو هم هغسې وکړه.“ خو اِمام ووئيل، ”راځئ چې اول د خُدائ پاک نه تپوس وکړُو.“</verse>
				<verse number="37">نو ساؤل د خُدائ پاک نه تپوس وکړو، ”په فلستيانو حمله وکړم څۀ؟ تۀ به مونږ له فتح راکړې؟“ خو خُدائ پاک په هغه ورځ جواب ورنۀ کړو.</verse>
				<verse number="38">بيا ساؤل د خلقو مشرانو ته ووئيل، ”دلته راشئ او دا معلومه کړئ چې نن دا ګناه څنګه شوې ده.</verse>
				<verse number="39">زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، څوک چې بنى اِسرائيلو له فتح ورکوى، چې ګناه ګار به ووژلے شى، کۀ هغه زما زوئ يونتن هم وى.“ خو هيچا هيڅ هم ونۀ وئيل.</verse>
				<verse number="40">نو ساؤل هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ټول هلته ودرېږئ، زۀ او يونتن به دلته ودرېږو.“ هغوئ جواب ورکړو، ”څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه.“</verse>
				<verse number="41">ساؤل مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته ووئيل، ”مالِکه خُدايه، تا نن ما له جواب ولې رانۀ کړو؟ مالِکه خُدايه، اے د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، د دې پاکو کاڼو په ذريعه ما له جواب راکړه. کۀ غلطى زما يا د يونتن وى نو د اُوريم په ذريعه جواب راکړه، خو کۀ دا ستا د خلقو بنى اِسرائيلو غلطى وى نو د تميم په ذريعه جواب راکړه.“ نو جواب يې يونتن او ساؤل وُو او خلق خلاص شول.</verse>
				<verse number="42">نو ساؤل خلقو ته وفرمائيل، ”زما او زما د زوئ يونتن دپاره پچه واچوئ.“ او پچه د يونتن په نوم راووتله.</verse>
				<verse number="43">نو ساؤل د يونتن نه تپوس وکړو، ”تا څۀ کړى دى؟“ يونتن ورته وفرمائيل، ”زما سره چې کومه امسا وه د هغې سره مې لږ شان شات خوړلى دى نو زۀ د دې په وجه د مرګ حقدار يم؟“</verse>
				<verse number="44">ساؤل هغۀ ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ ونۀ وژلے شوې نو خُدائ پاک دې ما ووژنى.“</verse>
				<verse number="45">خو خلقو ساؤل ته ووئيل، ”يونتن به وژلے شى څۀ، چا چې د بنى اِسرائيلو دپاره لويه فتح موندلې ده؟ نه، مونږ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورو چې هغه به د هغۀ يو وېښتۀ هم په زمکه باندې ونۀ غورزوى. هغۀ چې نن څۀ کړى دى هغه يې د خُدائ پاک په مدد سره کړى دى.“ نو خلقو يونتن د مرګ نه بچ کړو.</verse>
				<verse number="46">د هغې نه پس، ساؤل په فلستيانو پسې نور لا نۀ ړو او هغوئ خپلې علاقې ته لاړل.</verse>
				<verse number="47">کله چې ساؤل د بنى اِسرائيلو بادشاه شو، نو هغۀ د خپلو ټولو دشمنانو سره په هر ځائ کښې جنګ کولو يعنې د موآب خلقو، عمونيانو، ادوميانو، د ضوباه بادشاهانو او فلستيانو سره. هغۀ چې چرته هم جنګ کولو نو هغه کاميابېدو.</verse>
				<verse number="48">هغۀ په بهادرۍ سره جنګ وکړو او عماليقيانو له يې هم شکست ورکړو. هغۀ بنى اِسرائيليان د دشمن د ټولو حملو نه بچ کول.</verse>
				<verse number="49">يونتن، اِسوى او مُلکى‌شوَع د ساؤل زامن وُو. د هغۀ د مشرې لور ميرب او د کشرې ميکل نوم وو.</verse>
				<verse number="50">د هغۀ ښځه اخينوعم د اخيمعض لور وه، د هغۀ د لښکر مشر د هغۀ د ترۀ نير زوئ ابنير وو.</verse>
				<verse number="51">د ساؤل پلار قيس او د ابنير پلار نير د ابى‌اېل زامن وُو.</verse>
				<verse number="52">چې تر کومې پورې هغه ژوندے وو، نو هغۀ به د فلستيانو خِلاف ډېر سخت جنګونه کول. نو چې کله هم هغۀ ته يو سړے مِلاوېدو چې مضبوط يا تکړه وو، نو هغۀ به هغه په خپل لښکر کښې شاملولو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">سموئيل ساؤل ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زۀ رالېږلے يم چې تا د هغۀ د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم. نو د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه.</verse>
				<verse number="2">دا هغه څۀ دى چې ربُ الافواج يې فرمائى، چې زۀ به عماليقيانو له سزا ورکړم ځکه چې بنى اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راتلل نو هغوئ ورته لاره نيولې وه.</verse>
				<verse number="3">اوس لاړ شئ او په عماليقيانو حمله وکړئ او د هغوئ هر څۀ بېخى تباه کړئ. يو څيز هم مۀ پرېږدئ، سړى، ښځې، ماشومان او هغه ماشومان چې تے روى ووژنئ، څاروى، ګډې، اوښان او خرۀ هر څۀ ووژنئ.“</verse>
				<verse number="4">بيا ساؤل خپل لښکر راغونډ کړو او په طلائم کښې يې وشمېرلو. دوه لاکه بنى اِسرائيل فوجيان وُو او لس زره د يهوداه قبيلې فوجيان وُو.</verse>
				<verse number="5">بيا هغه او د هغۀ سړى عماليقى ښار ته لاړل او په يو وادۍ کښې يې ورته لاره ونيوله.</verse>
				<verse number="6">هغۀ قينيانو له خبردارے ولېږلو چې، ”د عماليقيانو نه لاړ شئ نو چې داسې زۀ تاسو د هغوئ سره نۀ تباه کوم، ځکه چې تاسو په هغه وخت کښې په ټولو بنى اِسرائيلو باندې مِهربانه شوئ کله چې هغوئ د مِصر نه راوتل.“ نو قينيان د عماليقيانو نه لاړل.</verse>
				<verse number="7">ساؤل عماليقيانو له شکست ورکړو، د مِصر نمرخاتۀ طرف ته، د حويله نه تر شور پورې ورسره وجنګېدل،</verse>
				<verse number="8">هغۀ د عماليقيانو بادشاه اجاج ژوندے ونيولو او ټول خلق يې ووژل.</verse>
				<verse number="9">خو ساؤل او د هغۀ سړو د اجاج ژوند بچ کړو او ښې ګډې، څاروى او څورب سخى او ګډُورى يې ونۀ وژل او داسې نور ښۀ څيزونه يې هم تباه نۀ کړل، هغوئ صِرف هغه څيزونه تباه کړل چې کمزورى او بې‌کاره وُو.</verse>
				<verse number="10">بيا د مالِک خُدائ پېغام سموئيل ته راغلو،</verse>
				<verse number="11">”زۀ پښېمانه يم چې ما ساؤل بادشاه جوړ کړو، هغه زما نه اوړېدلے دے او زما حُکمونه يې نۀ دى منلى.“ سموئيل خفه وو او ټوله شپه يې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوله.</verse>
				<verse number="12">په ورپسې سحر وختى هغه د ساؤل لټولو له لاړو. هغه خبر شو چې ساؤل د کرمل ښار ته تلے وو، چرته چې هغۀ د ځان دپاره يادګارى ستنه جوړه کړه او بيا جِلجال ته لاړو.</verse>
				<verse number="13">سموئيل ساؤل له لاړو، ساؤل ورته په خېر راغلے ووئيل او ورته يې ووئيل، ”سموئيله، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. ما د مالِک خُدائ حُکم منلے دے.“</verse>
				<verse number="14">سموئيل ترې نه تپوس وکړو، ”نو زۀ ولې د څاروو او ګډو رمباړى اورم؟“</verse>
				<verse number="15">ساؤل جواب ورکړو، ”زما سړو دا د عماليقيانو نه اخستى دى. هغوئ ښې ګډې او څاروى ساتلى دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته يې د نذرانې په توګه پېش کړى. او باقى ټول مو بېخى تباه کړى دى.“</verse>
				<verse number="16">سموئيل حُکم وکړو، ”غلى شئ او غوږ ونيسئ نو زۀ به تاسو ته ووايم چې تېره شپه ما ته مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى.“ ساؤل ورته ووئيل، ”ما ته ووايه.“</verse>
				<verse number="17">سموئيل جواب ورکړو، ”اګر چې تا په خپله هم يو ځل خپل ځان وړوکے ګڼلو، خو اوس تۀ د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشر يې. مالِک خُدائ تۀ د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه مقرر کړې يې،</verse>
				<verse number="18">او هغۀ تۀ د دې حُکم سره دې مقصد دپاره لېږلے وې چې د عماليقيانو ګناه ګار خلق تباه کړې. هغۀ تا ته ووئيل چې تر هغې پورې ورسره جنګ وکړه چې ټول ووژنې.</verse>
				<verse number="19">نو بيا تا د هغۀ فرمانبردارى ولې ونۀ وکړه؟ تا په مالِ غنيمت نيولو کښې تېزى ولې وکړه؟ او د مالِک خُدائ په نظر کښې داسې بد عمل دې ولې وکړو؟“</verse>
				<verse number="20">ساؤل جواب ورکړو، ”خو ما د مالِک خُدائ فرمانبردارى کړې ده. زۀ لاړم لکه څنګه چې هغۀ راته فرمائيلى وُو، اجاج بادشاه مې واپس راوستلو او ټول عماليقيان مې ووژل.</verse>
				<verse number="21">خو زما سړو چې کومې ښې ګډې او څاروى نيولى وُو هغه يې ونۀ وژل، په ځائ د دې يې هغه دلته جِلجال ته راوستل چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته يې د نذرانې په توګه پېش کړى.“</verse>
				<verse number="22">سموئيل ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ په سوزېدونکو نذرانو او قربانو باندې زيات خوشحاليږى او يا کۀ د هغۀ په خبره منلو باندې خوشحاليږى؟ بې‌شکه، تابعدارى د قربانۍ نه بهتره ده او د هغۀ په خبره عمل کول د ګډانو د وازګې د نذرانې نه بهتر دى.</verse>
				<verse number="23">د هغۀ خِلاف سرکشى د تور جادو په شان خراب کار دے او غرور د بُت پرستۍ هومره ګناه لرى. تا د هغۀ حُکم نامنظوره کړو نو ځکه هغۀ تۀ د بادشاه په توګه نامنظوره کړې يې.“</verse>
				<verse number="24">ساؤل جواب ورکړو، ”آو، ما ګناه کړې ده. ما د مالِک خُدائ د حُکم او ستا د لارښودنو نافرمانى کړې ده. زۀ د خپلو سړو نه يرېدم او چې هغوئ څۀ غوښتل نو ما يې خبره منله.</verse>
				<verse number="25">خو اوس زۀ تا ته سوال کوم چې زما ګناه وبخښه او واپس زما سره لاړ شه، نو چې داسې زۀ د مالِک خُدائ عبادت وکړم.“</verse>
				<verse number="26">سموئيل جواب ورکړو، ”زۀ به تا سره واپس نۀ ځم. تا د مالِک خُدائ حُکم نامنظوره کړے دے او تۀ هغۀ په بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه نامنظوره کړے يې.“</verse>
				<verse number="27">نو سموئيل د تلو دپاره راوګرځېدو، خو ساؤل هغه د چُوغې نه ونيولو او چُوغه وشلېده.</verse>
				<verse number="28">سموئيل هغۀ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ نن ستا نه د بنى اِسرائيلو بادشاهى لرې کړې ده او هغه چا له يې ورکړې ده چې هغه ستا نه ښۀ دے.</verse>
				<verse number="29">د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ نۀ دروغ وائى او نۀ خپله فېصله بدلوى. هغه د انسان په شان نۀ دے، هغه خپله فېصله نۀ بدلوى.“</verse>
				<verse number="30">ساؤل جواب ورکړو، ”ما ګناه کړې ده. خو کم از کم زما د خپلو خلقو د مشرانو او بنى اِسرائيلو په مخکښې زما عزت وکړه. ما سره واپس لاړ شه نو چې زۀ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک عبادت وکړم.“</verse>
				<verse number="31">نو سموئيل د هغۀ سره واپس لاړو او ساؤل د مالِک خُدائ عبادت وکړو.</verse>
				<verse number="32">سموئيل حُکم وکړو، ”د عماليقيانو بادشاه اجاج ما له دلته راولئ.“ اجاج هغۀ له ښۀ زړَور راغلو، خيال يې دا وو چې بچ به شى.</verse>
				<verse number="33">سموئيل ورته وفرمائيل، ”څنګه چې ستا تُورې ډېرې ميندې بې‌اولاده کړى دى، نو اوس به ستا مور هم بې‌اولاده شى.“ او هغۀ اجاج په جِلجال کښې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه په مخکښې ټوټې ټوټې کړو.</verse>
				<verse number="34">بيا سموئيل راما ته لاړو او ساؤل بادشاه په جبعه کښې خپل کور ته لاړو.</verse>
				<verse number="35">چې ترڅو پورې سموئيل ژوندے وو، نو هغۀ بيا هيڅکله ساؤل ونۀ ليدو، خو سموئيل ورباندې غمژن وو. مالِک خُدائ په دې پښېمانه وو چې ساؤل يې په بنى اِسرائيلو باندې بادشاه جوړ کړے وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“</verse>
				<verse number="2">سموئيل ترې نه تپوس وکړو، ”دا زۀ څنګه وکړم؟ کۀ ساؤل د دې نه خبر شى نو هغه به ما ووژنى.“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”تۀ د ځان سره يوه سخۍ بوځه او هلته ووايه چې تۀ هلته ځکه يې چې مالِک خُدائ ته يوه قربانى پېش کړې.</verse>
				<verse number="3">يَسى قربانۍ له راوغواړه او زۀ به تا ته ووايم چې څۀ به کوې. زۀ چې کوم سړے درته ښايم نو د نښې په طور به تۀ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړې چې بادشاه جوړ شى.“</verse>
				<verse number="4">سموئيل هم هغه شان وکړل چې څۀ ورته مالِک خُدائ فرمائيلى وُو او بيت‌لحم ته لاړو، هلته د ښار مشران په يره يره کښې د هغۀ سره مِلاوېدو دپاره راغلل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”د امن په نيت راغلے يې کۀ نه؟“</verse>
				<verse number="5">هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، د امن په نيت راغلم، زۀ راغلم چې مالِک خُدائ ته يوه قربانى پېش کړم. ځان پاک کړئ او ما سره لاړ شئ.“ هغۀ يَسى او د هغۀ زامنو ته هم وفرمائيل چې ځان پاک کړئ او هغوئ يې قربانۍ له راوغوښتل.</verse>
				<verse number="6">کله چې هغوئ ورسېدل، سموئيل د يَسى زوئ اِلياب وليدو او خپل ځان سره يې ووئيل، ”دا سړے کوم چې دلته د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ دے دا بې‌شکه هم هغه دے چې کوم مالِک خُدائ خوښ کړے دے.“</verse>
				<verse number="7">خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“</verse>
				<verse number="8">يَسى خپل زوئ ابينداب راوغوښتو او سموئيل له يې راوستلو. خو سموئيل ورته وفرمائيل، ”نه، مالِک خُدائ دا هم نۀ دے خوښ کړے.“</verse>
				<verse number="9">يَسى بيا سِمعه راوستلو. نو سموئيل وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دے هم نۀ دے خوښ کړے.“</verse>
				<verse number="10">داسې يَسى اووۀ زامن سموئيل له راوستل. او سموئيل هغۀ ته وفرمائيل، ”نه، مالِک خُدائ دا يو هم نۀ دے خوښ کړے.“</verse>
				<verse number="11">هغۀ ترې نه بيا تپوس وکړو، ”ستا نور زامن شته څۀ؟“ يَسى ورته ووئيل، ”د ټولو نه کشر پاتې دے، خو هغه بهر د ګډو خيال ساتى.“ سموئيل ورته وفرمائيل، ”هغه راوغواړه چې دلته راشى. مونږ به تر هغې قربانى نه پېش کوُو چې هغه راغلے نۀ وى.“</verse>
				<verse number="12">نو يَسى هغه راوغوښتو. هغه يو ښائسته او سور سپين زلمے وو او ښائسته سترګې يې لرلې. مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”هم دغه يو دے، سر يې په تېلو غوړ کړه.“</verse>
				<verse number="13">سموئيل د زيتُونو هغه تېل واخستل چې د ګډ په ښکر کښې وُو او د داؤد سر يې د هغۀ د وروڼو په مخکښې غوړ کړو. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه د طاقت سره په داؤد نازل شو او د هغې ورځې نه د هغۀ سره شو. بيا سموئيل واپس راما ته لاړو.</verse>
				<verse number="14">د مالِک خُدائ روح د ساؤل نه لاړو او د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى هغه ونيولو.</verse>
				<verse number="15">د هغۀ نوکرانو هغۀ ته ووئيل، ”مونږ ته پته ده چې تۀ د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى نيولے يې.</verse>
				<verse number="16">نو صاحِبه، مونږ له حُکم راکړه چې مونږ داسې سړے ولټوُو چې هغه رباب غږولے شى. بيا چې کله هغه پېرى په تا راشى، نو هغه سړے به بينجو وغږوى او تۀ به ټيک شې.“</verse>
				<verse number="17">ساؤل هغوئ له حُکم ورکړو، ”ما له يو داسې سړے ولټوئ چې هغه بينجو ښۀ غږولے شى او ما له يې راولئ.“</verse>
				<verse number="18">يو نوکر يې ووئيل، ”د بيت‌لحم د ښار، د يَسى يو زوئ دے هغه په موسيقۍ کښې ښۀ ماهِر دے. هغه تکړه او ښائسته سړے دے، هغه يو ښۀ فوجى او تقرير کوونکے دے. مالِک خُدائ د هغۀ مل دے.“</verse>
				<verse number="19">نو ساؤل يَسى ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”ما له ستا زوئ داؤد راولېږه، کوم چې د ګډو خيال ساتى.“</verse>
				<verse number="20">يَسى، ساؤل ته د چېلۍ د يو بچى سره خپل زوئ داؤد ولېږلو، چې ورسره په روټۍ بار کړے خر او يوه د ميو ډکه مشکيزه هم وه.</verse>
				<verse number="21">داؤد ساؤل له راغلو او د هغۀ خِدمت يې شروع کړو. د ساؤل هغه ډېر خوښ شو او هغه يې خپل د وسلې وړونکے سړے جوړ کړو.</verse>
				<verse number="22">بيا ساؤل يَسى ته يو پېغام ولېږلو، ”داؤد زما ډېر خوښ دے. هغه پرېږده چې زما خِدمت کوى.“</verse>
				<verse number="23">د هغې وخت نه واخله چې کله به هم د خُدائ پاک رالېږلے شوے پيرے په ساؤل راتلو، نو داؤد به د هغۀ رباب واخستو او ووبه يې غږولو او ساؤل به لږ شان ښۀ شو او ورو ورو به نور هم ښۀ کېدو او پيرے به د هغۀ نه لاړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">فلستيان د يهوداه په ښار شوکه کښې د جنګ دپاره راغونډ شول، هغوئ د شوکه او عزيقه په مينځ کښې په يو ځائ کښې کېمپ ولګولو چې نوم يې اِفس‌دميم وو.</verse>
				<verse number="2">ساؤل او د بنى اِسرائيلو لښکر د ايله وادۍ سره راغونډ شُو او د فلستيانو خِلاف يې صفونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="3">فلستيان په يو غر باندې ودرېدل او بنى اِسرائيليان په بل غر باندې ورته مخامخ ودرېدل، چې د دوئ په مينځ کښې وادى وه.</verse>
				<verse number="4">بيا د فلستيانو د خېمو نه يو تکړه سړے راووتلو، هغه سړے د جات وو او نوم يې جوليت وو. هغه د درېو ګزو نه لوړ وو.</verse>
				<verse number="5">د هغۀ په سر د زېړو جنګى ټوپۍ وه او د زېړو فوجى زغره يې اغوستې وه چې درې کم شپېتۀ کېلو وه.</verse>
				<verse number="6">د هغۀ پتُونونه هم د زېړو په زغره باندې پټ وُو او د زېړو نېزه د هغۀ په اوږه باندې ځوړنده وه.</verse>
				<verse number="7">د هغۀ نېزه د کوټې د تير هومره لويه وه. او د دې د اوسپنې سر تقريباً اووۀ کلو وو. د هغۀ ډال به هغه فوجى وړلو چې د هغۀ نه مخکښې به روان وو.</verse>
				<verse number="8">جوليت ودرېدو او د بنى اِسرائيلو لښکر ته يې چغه وکړه چې، ”تاسو هلته څۀ کوئ، د جنګ دپاره مو صفونه ولې جوړ کړى دى؟ زۀ فلستىے نۀ يم او تاسو د ساؤل نوکران نۀ يئ؟ يو سړے خوښ کړئ چې دلته راشى او زما سره جنګ وکړى.</verse>
				<verse number="9">کۀ هغه زما سره جنګ کولے شى او ما ووژنى، نو مونږ به ستاسو غلامان يُو، خو کۀ زۀ يې وګټم او هغه ووژنم، نو تاسو به زمونږ غلامان يئ.</verse>
				<verse number="10">زۀ وايم چې نن د بنى اِسرائيلو په لښکر کښې داسې څوک شته چې زما سره جنګ وکړى ما له داسې سړے راکړئ چې مونږ دواړه جنګ وکړُو.“</verse>
				<verse number="11">کله چې ساؤل او د هغۀ سړو دا واورېدل، نو هغوئ زړونه بائيلل او سخت ويرېدل.</verse>
				<verse number="12">نو داؤد د يَسى زوئ وو، چې هغه په يهوداه کښې د بيت‌لحم افراتے وو. د يَسى اتۀ زامن وُو او په هغه وخت کښې چې ساؤل بادشاه وو، هغه يو بوډا سړے وو.</verse>
				<verse number="13">د هغۀ درې مشران زامن د ساؤل سره جنګ له تلى وُو. د ټولو مشر اِلياب وو، ورپسې ابينداب وو او درېم سِمعه وو.</verse>
				<verse number="14">داؤد يې د ټولو کشر زوئ وو، خو هغه درې مشران وروڼه يې د ساؤل سره کېمپ کښې پاتې کېدل،</verse>
				<verse number="15">داؤد به وخت په وخت بيت‌لحم ته تلو راتلو، چې د خپل پلار د ګډو خيال وساتى.</verse>
				<verse number="16">جوليت څلوېښت ورځې هر سحر او ماښام بنى اِسرائيلو ته وئيل چې ما سره جنګ وکړئ.</verse>
				<verse number="17">يوه ورځ يَسى داؤد ته ووئيل، ”دا لس کلو وريتې دانې او لس روټۍ واخله او زر زر يې کېمپ ته خپلو وروڼو له يوسه.</verse>
				<verse number="18">او دا لس پنير مشر آفسر له يوسه. دا معلوم کړه چې ستا وروڼه څنګه دى او چې داسې څۀ نښه راوړې چې د هغې نه دا ښکاره شى چې تا هغوئ وليدل او هغوئ ښۀ دى.</verse>
				<verse number="19">ساؤل بادشاه، ستا وروڼه او نور ټول بنى اِسرائيليان د ايله په وادۍ کښې دى او د فلستيانو سره جنګ کوى.“</verse>
				<verse number="20">داؤد په ورپسې سحر وختى پاڅېدو، بل څوک يې د ګډو ذمه وار پرېښودو، خوراک يې واخستلو او چې څنګه ورته يَسى وئيلى وُو نو هم هغسې لاړو. هغه هم په هغه وخت کېمپ ته ورسېدو چې بنى اِسرائيليان د جنګ دپاره صفونو جوړولو له روان وُو او د جنګ چغې يې وهلې.</verse>
				<verse number="21">فلستى او بنى اِسرائيلى لښکرو يو بل ته مخامخ د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="22">داؤد خوراک د سامان وړُونکى ذمه وار کس سره پرېښودو، د جنګ مېدان ته يې منډه کړه، خپلو وروڼو له ورَغلو او سلام يې ورباندې واچولو.</verse>
				<verse number="23">کله چې هغۀ د هغوئ سره خبرې کولې، نو هغه فلستىے پهلوان جوليت چې د جات وو، د فلستى لښکر نه راووتلو او د مخکښې په شان يې خپله جنګى چغه يې ووهله او دا چغه داؤد واورېدله.</verse>
				<verse number="24">کله چې بنى اِسرائيلو جوليت وليدو، نو هغوئ د يرې نه منډه کړه.</verse>
				<verse number="25">هغوئ يو بل ته ووئيل، ”هغۀ ته ګورئ. هغۀ ته غوږ ونيسئ چې هغه وائى چې زما سره جنګ وکړئ. ساؤل بادشاه دا وعده کړې ده چې څوک دے ووژنى نو هغۀ له به يو لوئ اِنعام ورکړى، بادشاه به هغه کس له خپله لور هم ورکوى او د هغۀ خاندان به د محصُول ورکولو نه آزاده وى.“</verse>
				<verse number="26">داؤد د هغه سړو نه تپوس وکړو چې کوم د هغۀ سره نزدې وُو، ”هغه سړى ته به څۀ مِلاو شى چې څوک دا فلستىے ووژنى او بنى اِسرائيليان د دې بې‌عزتۍ نه خلاص کړى؟ ځکه چې دا ناسنته فلستىے څوک دے چې د ژوندى خُدائ پاک لښکر ته وائى چې زما سره جنګ وکړئ؟“</verse>
				<verse number="27">نو هغوئ ورته ووئيل چې څوک جوليت ووژنى نو د هغۀ دپاره به دا اِنعام وى.</verse>
				<verse number="28">د داؤد مشر ورور اِلياب د داؤد خبرې واورېدلې چې د سړو سره يې کولې. هغه داؤد ته سخت غصه شو او ورته يې ووئيل، ”تۀ دلته څۀ کوې؟ ستا د ګډو خيال څوک ساتى چې کومې په بيابان کښې دى؟ ما ته پته ده چې تۀ څومره مغروره يې او ستا په زړۀ کښې څومره فساد دے. تۀ صِرف د جنګ ليدو له راغلے يې.“</verse>
				<verse number="29">داؤد تپوس وکړو، ”نو اوس ما څۀ غلطى وکړه؟ زۀ يو تپوس هم نۀ شم کولے څۀ؟“</verse>
				<verse number="30">هغه د هغۀ نه يو بل سړى ته راوګرځېدو او هم دغه تپوس يې ترې نه وکړو او چې هر ځل يې کولو، نو هم دغه جواب ورته مِلاوېدو.</verse>
				<verse number="31">کله چې هغه خبرې واورېدلے شوې چې کومې داؤد کړې وې، نو هغه سړو دا خبرې د ساؤل په مخکښې هم وکړې، نو داؤد يې راوغوښتلو.</verse>
				<verse number="32">داؤد ساؤل ته وفرمائيل، ”هيڅ څوک هم دې د هغه فلستى په وجه زړۀ نۀ غورزوى، ستا خِدمت کوونکے به لاړ شى او د دې فلستى سره به جنګ وکړى.“</verse>
				<verse number="33">ساؤل داؤد ته ووئيل، ”تۀ به د هغۀ سره څنګه وجنګېږې؟ ځکه چې تۀ هلک يې او هغه د ټول عُمر فوجى دے.“</verse>
				<verse number="34">خو داؤد ساؤل ته وفرمائيل، ”ستا خِدمت کوونکے د خپل پلار د ګډو خيال ساتى. کله هم چې يو زمرے يا مېلو د رَمې نه يو ګډُورے وتښتوى،</verse>
				<verse number="35">نو زۀ ورپسې ځم، حمله پرې کوم او د هغۀ د خولې نه يې بچ کوم او کۀ هغه ځناور په ما باندې حمله کوى نو د ژامنې نه يې ونيسم، وې وهم او وې وژنم.</verse>
				<verse number="36">ستا خِدمت کوونکى ازمرى او مېلوګان دواړه وژلى دى او زۀ به د دې ناسنته فلستى سره هم دغه شان وکړم، کوم چې د ژوندى خُدائ پاک د لښکر مخالفت کړے دے.</verse>
				<verse number="37">مالِک خُدائ زۀ د ازمرى د پنجې نه او د مېلو د پنجې نه بچ کړے يم، او هغه به مې د دې فلستى د لاس نه هم بچ کړى.“ نو ساؤل داؤد ته ووئيل، ”ځه، مالِک خُدائ دې مل شه.“</verse>
				<verse number="38">بيا ساؤل داؤد له خپل جنګى لِباس ورکړو، د زېړو جنګى ټوپۍ، کومه يې چې د داؤد په سر کېښوده او يوه زغره يې هم ورکړه.</verse>
				<verse number="39">داؤد د ساؤل تُوره په خپلې زغرې پورې وتړله او د روانېدو کوشش يې وکړو، خو هغه نۀ شو تلے، ځکه چې هغۀ دا څيزونه نۀ اغوستل. هغۀ ساؤل ته وفرمائيل، ”د دې څيزونو سره زۀ جنګ نۀ شم کولے. زۀ د دې سره عادت نۀ يم.“ نو هغه يې لرې کړل.</verse>
				<verse number="40">هغۀ په لاس کښې خپله امسا واخستله او بيا د ولې پينځۀ هوار کاڼى يې خوښ کړل او په خپله بوجۍ کښې يې واچول. لينده يې په لاس کښې وه او هغه فلستى له ورَغلو.</verse>
				<verse number="41">هغه فلستىے د داؤد طرف ته روان شو، د هغۀ ډال وړونکے د هغۀ نه مخکښې روان وو. هغه نور هم ورنزدې کېدو،</verse>
				<verse number="42">او کله چې هغه داؤد له ښۀ ورنزدې شو، نو هغۀ پورې ورله خندا ورغله ځکه چې هغه سور سپين او ښائسته هلک وو.</verse>
				<verse number="43">هغۀ داؤد ته ووئيل، ”زۀ سپے يم څۀ، چې تۀ په ما پسې د امسا سره راغلې؟“ او هغۀ داؤد باندې د خپلو معبودانو لعنت وئيلو.</verse>
				<verse number="44">هغۀ داؤد ته ووئيل، ”راشه. چې زۀ ستا غوښه مارغانو او ځنګلى ځناورو له ورکړم چې وې خورى.“</verse>
				<verse number="45">داؤد جواب ورکړو، ”تۀ ما له د تُورې، نېزې او وړې نېزې سره راروان يې، خو زۀ ستا خِلاف د ربُ الافواج د نوم سره درځم، چې د بنى اِسرائيلو د لښکر خُدائ پاک دے، چې تا د هغۀ مخالفت کړے دے.</verse>
				<verse number="46">دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ به دې ما له په لاس کښې راکړى، زۀ به تا له شکست درکړم او سر به درنه وغورزوم. او زۀ به د فلستى فوجيانو لاشونه مارغانو او ځناورو ته واچوم چې وې خورى. نو چې ټولې دُنيا ته پته ولګى چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک شته،</verse>
				<verse number="47">او دلته به هر چا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ته د خپلو خلقو بچ کولو دپاره د تُورو او وړو نېزو ضرورت نشته. ځکه چې دا د مالِک خُدائ جنګ دے او هغه به تاسو ټول مونږ ته حواله کړى.“</verse>
				<verse number="48">جوليت د داؤد طرف ته يو ځل بيا روان شو او داؤد زر زر د فلستيانو د جنګ صفونو ته ورمنډه کړه چې د هغۀ سره مِلاو شى.</verse>
				<verse number="49">هغۀ خپلې بوجۍ ته لاس وردننه کړو او يو کاڼے يې ترې نه راوويستو، په لينده يې جوليت په سر باندې وويشتو. کاڼے د هغۀ په تندى کښې وردننه شو او هغه پړمخې په زمکه راپرېوتو.</verse>
				<verse number="50">نو داسې داؤد بغېر د تُورې نه، د يوې ليندې او يو کاڼى سره جوليت له شکست ورکړو او وې وژلو.</verse>
				<verse number="51">داؤد هغۀ له ورمنډه کړه، دپاسه پرې ودرېدو، د جوليت تُوره يې د کاش نه راوُويسته، سر يې ترې نه پرې کړو او هغه يې مړ کړو. کله چې فلستيانو وليدل چې د هغوئ پهلوان مړ شو، نو هغوئ منډه کړه.</verse>
				<verse number="52">د اِسرائيل او يهوداه سړو چغې وهلې او په هغوئ پسې يې منډې وهلې، د جات او عقرون د دروازو پورې ورپسې وُو. فلستى زخميان تر جات او عقرون پورې په هغه لاره غورزېدل چې کومه شعريم ته ځى.</verse>
				<verse number="53">کله چې بنى اِسرائيل په فلستيانو پسې نور نۀ تلل او ترې نه راواپس شول، نو د هغوئ خېمې يې لوټ کړې.</verse>
				<verse number="54">داؤد د جوليت سر واخستو او يروشلم ته يې يوړو، خو هغۀ د جوليت وسله په خپله خېمه کښې کېښوده.</verse>
				<verse number="55">کله چې ساؤل وليدل چې داؤد د جوليت سره جنګ له روان دے، نو هغۀ د ابنير نه تپوس وکړو، چې کوم يې د خپل لښکر مشر وو، ”ابنيره، دا د چا زوئ دے؟“ ابنير ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، ما ته هيڅ پته نشته.“</verse>
				<verse number="56">نو ساؤل حُکم ورکړو، ”لاړ شه او معلوم يې کړه.“</verse>
				<verse number="57">کله چې داؤد د جوليت وژلو نه پس خېمو ته راواپس شو، نو ابنير هغه ساؤل له بوتلو. داؤد د جوليت سر په لاس کښې روان کړے وو.</verse>
				<verse number="58">ساؤل ترې نه تپوس وکړو، ”زلميه، تۀ د چا زوئ يې؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”زۀ د بيت‌لحم نه ستا د خِدمت کوونکى يَسى زوئ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">کله چې داؤد خبرې ختمې کړې نو هغه د بادشاه زوئ يونتن سره مِلاو شو. هغه د داؤد خوږ دوست جوړ شو او د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه کوله.</verse>
				<verse number="2">ساؤل هم د هغه ورځې نه داؤد ځان سره وساتلو او هغه يې د پلار کور ته نۀ پرېښودو.</verse>
				<verse number="3">يونتن داؤد له د دوستۍ پوخ لاس ورکړو ځکه چې د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه لرله.</verse>
				<verse number="4">هغۀ چې کومه چُوغه اغوستله هغه يې وويستله او داؤد له يې ورکړه، خپله زغره، تُوره، لينده او خپله پټۍ يې هم ورکړه.</verse>
				<verse number="5">ساؤل به چې داؤد په هر کار پسې هم ولېږلو، نو هغه به يې په ښۀ طريقه سر ته رسولو. نو ساؤل هغه په خپل لښکر کښې آفسر جوړ کړو. په دې باندې د ساؤل ټول آفسران او سړى خوشحاله شول.</verse>
				<verse number="6">کله چې داؤد د جوليت د وژلو نه پس واپس راتلو او فوجيان کورونو ته واپس راروان وُو، نو د بنى اِسرائيلو هر ښار نه د ساؤل بادشاه سره مِلاوېدو دپاره ښځې بهر راووتلې. هغوئ د خوشحالۍ سندرې وئيلې، ګډېدې او بينجو او تمبل يې غږول.</verse>
				<verse number="7">په سندرو کښې ښځو وئيل، ”ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“</verse>
				<verse number="8">ساؤل په دې خفه شو او سخت غصه شو. هغۀ ووئيل، ”هغوئ د داؤد دپاره د لسو زرګونو دعوىٰ کړې ده، خو زما دپاره صِرف د زرګونو دعوىٰ، هغوئ به بيا داؤد بادشاه کړى.“</verse>
				<verse number="9">نو د هغه ورځې نه هغۀ داؤد ته د شک په نظر کتل شروع کړل.</verse>
				<verse number="10">په ورپسې ورځ د خُدائ پاک د طرف نه يو پېرى ساؤل ناڅاپه ونيولو، نو هغۀ په خپل کور کښې د ليونى په شان چغې وهلې. داؤد بينجو غږوله لکه چې هغۀ به هره ورځ غږوله او ساؤل نېزه په لاس کښې نيولې وه.</verse>
				<verse number="11">ساؤل د ځان سره ووئيل، ”زۀ به هغه د دېوال سره ونښلوم او هغۀ دوه ځلې نېزه ورګزار کړه، خو داؤد هر ځل ځان بچ کولو.“</verse>
				<verse number="12">ساؤل د داؤد نه يرېدو ځکه چې هغه مالِک خُدائ پرېښے وو او د داؤد مل وو.</verse>
				<verse number="13">نو ساؤل هغه د ځان نه لرې کړو او د زرو سړو مشر يې جوړ کړو. داؤد په جنګ کښې د سړو مشرى کوله</verse>
				<verse number="14">او هغه په هر کار کښې کاميابېدو، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ مل وو.</verse>
				<verse number="15">ساؤل د داؤد کاميابى وليده او نور هم ترې ويرېدو.</verse>
				<verse number="16">خو په اِسرائيل او يهوداه کښې هر يو کس د داؤد سره مينه کوله ځکه چې هغه يو ښۀ مشر وو.</verse>
				<verse number="17">بيا ساؤل داؤد ته ووئيل، ”دا زما مشره لور ميرب ده. دا به زۀ تا ته په دې شرط وادۀ کړم چې تۀ به د يو تکړه او وفادار فوجى په شان زما خِدمت کوې او د مالِک خُدائ جنګونه به کوې.“ د ساؤل خيال دا وو چې داؤد به پخپله لاس نۀ وژنى بلکې په فلستيانو باندې به يې ووژنى.</verse>
				<verse number="18">داؤد ورته وفرمائيل، ”زۀ څوک يم او زما د خاندان څۀ حيثيت دے چې زۀ د بادشاه زوم جوړ شم؟“</verse>
				<verse number="19">خو چې کله هغه وخت راغلو چې ميرب داؤد له ورکړى، نو هغه يې يو بل محولاتى سړى له ورکړه چې نوم يې عدرى‌اېل وو.</verse>
				<verse number="20">خو د ساؤل لور ميکل په داؤد مئينه شوه او کله چې ساؤل ترې نه خبر شو نو هغه خوشحاله شو.</verse>
				<verse number="21">هغۀ د ځان سره ووئيل، ”زۀ به ميکل داؤد له ورکړم، زۀ هغۀ له دا د دې دپاره ورکوم چې د هغۀ دپاره يو دام جوړ شى او فلستيان يې ووژنى.“ نو ساؤل په دوېم ځل داؤد ته ووئيل، ”تۀ به زما زوم شې.“</verse>
				<verse number="22">هغۀ خپلو آفسرانو ته حُکم وکړو چې د داؤد سره په پرده کښې خبرې وکړى او ورته ووائى، ”بادشاه ستا نه خوشحاله دے او د هغۀ ټول آفسران تا خوښوى، دا ستا دپاره يو ښۀ وخت دے چې د هغۀ لور وادۀ کړې.“</verse>
				<verse number="23">نو هغوئ داؤد ته ووئيل او هغۀ جواب ورکړو، ”د بادشاه زوم جوړېدل دا يوه لويه د عزت خبره ده، دا زما په شان غريب او کمزورى کس دپاره ډېره لويه خبره ده.“</verse>
				<verse number="24">چې داؤد څۀ فرمائيلى وُو آفسرانو هغه ساؤل ته ووئيل،</verse>
				<verse number="25">او ساؤل هغوئ له حُکم ورکړو چې داؤد ته ووايئ، ”بادشاه ستا نه د ناوې دا قيمت غواړى چې تۀ صِرف د سلو وژلو شوو فلستيانو سړو د سنتېدو څرمن راوړې، دا به د هغۀ د دشمنانو نه بدل اخستل وى.“ (نو دا د ساؤل منصوبه وه چې فلستيان داؤد ووژنى.)</verse>
				<verse number="26">د ساؤل آفسرانو داؤد ته هغه څۀ ووئيل چې څۀ ساؤل فرمائيلى وُو او داؤد په دې خوشحاله وو چې د بادشاه زوم به جوړ شى. د وادۀ د ورځې مقررېدو نه مخکښې،</verse>
				<verse number="27">داؤد او د هغۀ سړى لاړل او دوه سوه فلستيان يې ووژل. هغۀ د هغوئ د سنتېدو څرمن راوړه او ټول په شمېر کښې پوره وُو، د دې دپاره چې زوم يې جوړ شى. نو ساؤل خپله لور داؤد له ورکړه چې وادۀ يې کړى.</verse>
				<verse number="28">ساؤل ته صفا پته ولګېده چې مالِک خُدائ د داؤد مل دے او دا چې د هغۀ لور ميکل هم ورسره مينه کوى.</verse>
				<verse number="29">نو هغه د داؤد نه نور هم ويرېدو او چې ترڅو پورې ژوندے وو نو هغه يې دشمن وو.</verse>
				<verse number="30">د فلستيانو لښکرې به راتلې او جنګ به يې کولو او داؤد به د ساؤل د نورو آفسرانو نه په جنګ کښې زيات کامياب وو. نو په دې وجه داؤد ښۀ مشهور شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">بيا ساؤل خپل زوئ يونتن او خپلو ټولو درباريانو ته ووئيل چې ما د داؤد د قتلولو منصوبه جوړه کړې ده خو يونتن د داؤد نه ډېر خوشحاله وو،</verse>
				<verse number="2">نو يونتن داؤد ته ووئيل، ”زما پلار تا قتل کول غواړى. نو مِهربانى وکړه چې سبا سحر د ځان حِفاظت وکړه، په يو محفوظ ځائ کښې پټ شه او هلته ايسار شه.</verse>
				<verse number="3">چې په کوم پټى کښې تۀ پټ يې نو زۀ به هلته لاړ شم او د خپل پلار سره به ودرېږم او زۀ به د هغۀ سره ستا په حقله خبره وکړم. کۀ ما ته د څۀ پته ولګى نو زۀ به تا خبر کړم.“</verse>
				<verse number="4">يونتن ساؤل ته د داؤد صِفت وکړو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت دې د خپل خِدمت کوونکى داؤد خِلاف غلط کار نۀ کوى. هغۀ تا ته هيڅ نقصان نۀ دے رسولے. هغۀ چې ستا څۀ مدد هم کولے شو نو هغۀ هغه تل کړے دے.</verse>
				<verse number="5">کله چې هغۀ جوليت وژلو نو هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو او مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره يوه لويه فتح وموندله. کله چې تا هغه فتح وليده نو تۀ خوشحاله شوې. نو بيا تۀ ولې د يو بې‌ګناه سړى سره بد کوې او بغېر د څۀ وجې داؤد وژنې؟“</verse>
				<verse number="6">نو ساؤل د يونتن خبره ومنله او د ژوندى مالِک خُدائ په نوم يې قسم وکړو چې داؤد به نۀ وژنى.</verse>
				<verse number="7">نو يونتن داؤد راوغوښتو او هر څۀ يې ورته ووئيل، بيا يې هغه ساؤل له بوتلو او داؤد د مخکښې په شان په دربار کښې خِدمت کولو.</verse>
				<verse number="8">د فلستيانو سره بيا جنګ شروع شو. داؤد په هغوئ باندې د دومره لوئ طاقت سره حمله وکړه چې هغوئ وتښتېدل.</verse>
				<verse number="9">يوه ورځ د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى ساؤل ونيولو. هغه په خپل کور کښې ناست وو او نېزه يې په لاس کښې وه او داؤد هلته خپله بينجو غږوله.</verse>
				<verse number="10">ساؤل کوشش وکړو چې داؤد د نېزې په سر باندې د دېوال سره ونښلوى، خو داؤد د هغه ځائ نه ټوپ کړل او نېزه په دېوال کښې ونښتله. په هغه شپه داؤد منډه کړه او وتښتېدو.</verse>
				<verse number="11">بيا ساؤل يو څو سړى ولېږل چې د داؤد کور ولټوى او په ورپسې سحر يې ووژنى. د داؤد ښځې ميکل هغۀ له خبردارے ورکړو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ نن شپه لا نۀ ړې نو سبا به مړ يې.“</verse>
				<verse number="12">هغې د يوې کړکۍ نه هغه کوز کړو او هغه په منډه منډه وتښتېدو.</verse>
				<verse number="13">بيا هغې د کور هغه بُت واخستو، په کټ کښې يې واچولو، د دې په سر يې د چېلو وړۍ واچولې او په يوه کپړه باندې يې پټ کړو.</verse>
				<verse number="14">کله چې د ساؤل سړى د داؤد په بوتلو پسې راغلل، نو ميکل هغوئ ته ووئيل چې هغه بيمار دے.</verse>
				<verse number="15">خو ساؤل هغوئ ورولېږل چې داؤد راولى. هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو چې، ”هغه په خپل کټ کښې دلته راوړئ، چې وې وژنم.“</verse>
				<verse number="16">هغوئ دننه لاړل او په کټ کښې يې هغه د کور والا بُت وليدو چې په سر باندې يې د چېلو وړۍ وې.</verse>
				<verse number="17">ساؤل د ميکل نه تپوس وکړو، ”تا زما سره داسې دوکه ولې وکړه او زما دشمن سره دې په تښتېدو کښې مدد ولې وکړو؟“ هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”هغۀ ما ته ووئيل چې کۀ په تښتېدو کښې مې د هغۀ مدد ونۀ کړو نو هغه به مې ووژنى.“</verse>
				<verse number="18">نو داؤد وتښتېدو او په راما کښې سموئيل له لاړو او هغه هر څۀ يې ورته وفرمائيل چې ساؤل ورسره کړى وُو. بيا هغه د سموئيل سره نَيوت ته لاړو او دواړه هلته ايسار شول.</verse>
				<verse number="19">ساؤل خبر شو چې داؤد په راما کښې په نَيوت کښې دے،</verse>
				<verse number="20">نو هغۀ يو څو سړى ورولېږل چې وې نيسى. نو هغوئ وليدل چې د پېغمبرانو يوې قبيلې پېغام ورکولو چې د خپل مشر سموئيل سره ولاړ وُو. بيا د خُدائ پاک روح د ساؤل سړى ونيول او هغوئ هم پېغام ورکول شروع کړل.</verse>
				<verse number="21">کله چې ساؤل د دې نه خبر شو، نو هغۀ نور پېغام وړُونکى ورولېږل او هغوئ هم پېشګوئې ورکوله. هغۀ په درېم ځل پېغام وړُونکى ولېږل او بيا د هغوئ سره هم هغه شان وشول.</verse>
				<verse number="22">بيا هغه په خپله راما ته روان شو. کله چې هغه په سيکو کښې لوئ کوهى ته راغلو او هغۀ تپوس وکړو چې سموئيل او داؤد چرته دى نو ورته ووئيلے شول چې هغوئ په نَيوت کښې دى.</verse>
				<verse number="23">چې کله هغه هلته روان وو، نو د خُدائ پاک روح هغه هم ونيولو او هغۀ تر نَيوت پورې په ټوله لار کښې پېشګوئې ورکوله.</verse>
				<verse number="24">هغۀ خپلې جامې وويستلې او د سموئيل په مخکښې يې پېشګوئې ورکول شروع کړل او په هغه ټوله ورځ او ټوله شپه بربنډ پروت وو. (نو دا ځکه دا متل شروع شو، ”ساؤل پېغمبر جوړ شوے دے څۀ؟“)</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">بيا داؤد په راما کښې د نَيوت نه وتښتېدو او يونتن له لاړو. داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”ما څۀ کړى دى، ما څۀ جرم کړے دے؟ ما ستا پلار سره څۀ بد کړى دى چې هغه ما وژنى؟“</verse>
				<verse number="2">يونتن ورته ووئيل، ”خُدائ دې نۀ کړى چې تۀ مړ شې. زما پلار چې څۀ هم کوى نو هغه ما ته وائى، هغه وړه او غټه يوه خبره هم زما نه نۀ پټوى. داسې نۀ شى کېدے چې هغه تا ووژنى.“</verse>
				<verse number="3">خو داؤد ورته وفرمائيل، ”ستا پلار ته پته ده چې زۀ ستا څومره خوښ يم او هغۀ دا فېصله کړې ده چې هغه څۀ کول غواړى نو د هغې نه به دې نۀ خبروى، ځکه چې تۀ به سخت خفه شې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ تا ته قسم کوم چې زۀ مرګِ حال يم.“</verse>
				<verse number="4">يونتن ورته ووئيل، ”تۀ چې څۀ هم غواړې نو زۀ به يې کوم.“</verse>
				<verse number="5">داؤد ورته وفرمائيل، ”سبا د نوې مياشتې اختر دے او ما له په کار دى چې د بادشاه سره روټۍ وخورم. خو کۀ ستا خوښه وى، نو زۀ به سبا نه بل سبا ماښام پورې په پټو کښې پټ شم.</verse>
				<verse number="6">خو کۀ ستا پلار ته پته ولګى چې زۀ موجود نۀ يم، نو هغۀ ته ووايه چې ما ستا نه اجازت وغوښتو چې زر زر په بيت‌لحم کښې کور ته لاړ شم، ځکه چې زما د ټولې خاندان دپاره دا د کلنى قربانۍ وخت دے.</verse>
				<verse number="7">کۀ هغه ووائى چې ټيک ده، نو زۀ به بچ شم، خو کۀ هغه غصه شى، نو تا ته به پته ولګى چې هغه ما ته د نقصان رسولو اراده لرى.</verse>
				<verse number="8">مِهربانى وکړه او دا نېکى ما سره وکړه او چې تا د مالِک خُدائ په نوم ما سره کوم تړون کړے دے نو هغه پوره کړه. خو کۀ زۀ ګناهګار يم، نو ما په خپله ووژنه. ما ستا پلار له ولې بوځې چې ومې وژنى؟“</verse>
				<verse number="9">يونتن ورته ووئيل، ”داسې خيال مۀ کوه، کۀ په رښتيا سره ما ته دا پته وے چې زما پلار تا ته د نقصان رسولو اراده لرى، نو ما به تا ته نۀ وئيل څۀ؟“</verse>
				<verse number="10">نو داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا له چې پلار په غصه کښې جواب درکړى نو ما ته به څنګه پته ولګى؟“</verse>
				<verse number="11">يونتن ورته ووئيل، ”راځه چې پټو ته لاړ شُو.“ نو هغوئ لاړل،</verse>
				<verse number="12">او يونتن داؤد ته ووئيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دې زمونږ ګواه وى چې سبا يا بل سبا دا وخت به زۀ د خپل پلار نه تپوس وکړم. کۀ د هغۀ اراده ستا دپاره ښۀ وى نو زۀ به تا خبر کړم.</verse>
				<verse number="13">خو کۀ هغه تا ته د نقصان رسولو اراده لرى، نو مالِک خُدائ دې ما ووژنى کۀ ما تۀ خبر نۀ کړې او بچ مې نۀ کړې. مالِک خُدائ دې ستا مل وى لکه څنګه چې هغه زما د پلار مل وو.</verse>
				<verse number="14">او کۀ زۀ ژوندے پاتې شوم، نو مِهربانى وکړه او خپله مقدسه وعده پوره کړه او زما وفادار اوسه، خو کۀ زۀ مړ شوم،</verse>
				<verse number="15">نو زما د خاندان سره هم د همېشه دپاره وفادار اوسه. او چې کله مالِک خُدائ ستا ټول دشمنان د زمکې د مخ نه ورک کړى،</verse>
				<verse number="16">نو زمونږ د يو بل سره وعده دې بيا هم نۀ ماتيږى. کۀ دا ماته شى، نو مالِک خُدائ به تا له سزا درکړى.“</verse>
				<verse number="17">يونتن د داؤد نه يو ځل بيا وعده واخستله چې د هغۀ سره به مينه کوې، ځکه چې يونتن د داؤد سره د خپل ځان په شان مينه کوله.</verse>
				<verse number="18">بيا يونتن هغۀ ته ووئيل، ”سبا د نوې مياشتې اختر دے، کۀ تۀ د روټۍ په دسترخوان باندې نۀ يې نو پته به ولګى.</verse>
				<verse number="19">سبا نه بل سبا هغه ځائ ته لاړ شه چرته چې تۀ مخکښې پټ شوے وې او د ګټ سره اِنتظار وکړه.</verse>
				<verse number="20">بيا به زۀ هغه ګټ په درېو غشو باندې وولم چې دا ګنې نښه ده.</verse>
				<verse number="21">بيا به زۀ خپل نوکر ته ووايم چې لاړ شه او غشى وګوره. او کۀ زۀ هغۀ ته ووايم چې ګوره، غشى ستا دې طرف ته دى، راوايخله، نو د دې مطلب به دا وى چې تۀ بچ يې او بهر راشه. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې تا ته به هيڅ خطره نۀ وى.</verse>
				<verse number="22">خو کۀ زۀ هغۀ ته ووايم چې وړاندې لاړ شه غشى ستا نه مخکښې دى، نو مطلب به دا وى چې ځان وباسه، ځکه چې مالِک خُدائ تا لېږى.</verse>
				<verse number="23">د هغې دپاره چې مونږ د يو بل سره وعده کړې ده، نو مالِک خُدائ دې وکړى چې دا وعده مونږ د همېشه دپاره پوره کوُو.“</verse>
				<verse number="24">نو داؤد په پټو کښې پټ شو. او د نوې مياشتې په اختر باندې ساؤل بادشاه روټۍ له راغلو.</verse>
				<verse number="25">او د دېوال سره په خپل ځائ باندې کښېناستو. ابنير ورسره کښېناستو او يونتن ورته مخامخ کښېناستو. او د داؤد ځائ خالى وو،</verse>
				<verse number="26">خو ساؤل په هغه ورځ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل، ځکه چې د هغۀ خيال دا وو چې هغه د څۀ وجې نه پليت شوے دے او هغه بې‌شکه ناپاک دے.</verse>
				<verse number="27">په بله ورځ، د نوې مياشتې اختر پسې ورځ باندې، د داؤد ځائ بيا هم خالى وو او ساؤل د يونتن نه تپوس وکړو، ”داؤد ولې نۀ پرون روټۍ له راغلے وو او نۀ نن راغلو؟“</verse>
				<verse number="28">يونتن جواب ورکړو، ”هغۀ ما ته سوال وکړو چې هغه پرېږدم چې بيت‌لحم ته لاړ شى.</verse>
				<verse number="29">هغۀ ووئيل چې مِهربانى وکړه او ما پرېږده چې لاړ شم ځکه چې زمونږ خاندان په ښار کښې قربانى کوى او ورور مې حُکم راکړو چې هلته موجود شه. کۀ تۀ زما نه خوشحال يې نو ما پرېږده چې زما خپلوان وګورم. نو دا وجه ده چې هغه ستا په دسترخوان باندې په خپل ځائ باندې نشته.“</verse>
				<verse number="30">ساؤل يونتن ته سخت غصه وو او ورته يې ووئيل، ”تۀ د يوې سرکشې او بې‌وفا ښځې زوئ يې. اوس ما ته دا پته ده چې تۀ د داؤد ملګرتيا کوې او د خپلې مور او د خپل ځان بې‌عزتى کوې.</verse>
				<verse number="31">تا ته دا پته نۀ لګى څۀ چې تر کومې پورې داؤد ژوندے وى، نو تۀ به هيڅکله د دې مُلک بادشاه نۀ شې؟ اوس لاړ شه او هغه دلته راوله، هغه به خامخا وژلے شى.“</verse>
				<verse number="32">يونتن جواب ورکړو، ”هغه به ولې مرى؟ هغۀ څۀ کړى دى؟“</verse>
				<verse number="33">او په دې ساؤل خپله نېزه په يونتن ورګزار کړه چې وې وژنى او يونتن ته پته ولګېده چې پلار يې په رښتيا سره د داؤد د وژلو اراده لرى.</verse>
				<verse number="34">نو يونتن په غصه کښې د دسترخوان نه پاڅېدو او په هغه ورځ يې هيڅ هم ونۀ خوړل چې د نوې مياشتې د اختر دوېمه ورځ وه. هغه ډېر زيات خفه وو ځکه چې د هغۀ پلار ساؤل د داؤد بې‌عزتى کړې وه.</verse>
				<verse number="35">په ورپسې سحر يونتن پټو ته لاړو چې د داؤد سره مِلاو شى، لکه چې څنګه هغوئ دا وخت مقرر کړے وو. او د ځان سره يې يو هلک هم بوتلو</verse>
				<verse number="36">او هغۀ ته يې ووئيل، ”منډه کړه او چې زۀ کوم غشى ولم نو هغه لټوه.“ هلک منډه کړه او يونتن د هغۀ نه مخکښې يو غشے وويشتو.</verse>
				<verse number="37">کله چې هلک هغه ځائ ته ورسېدو چرته چې غشے غورزېدلے وو، نو يونتن ورته آواز وکړو، ”غشے نور هم مخکښې دے،</verse>
				<verse number="38">دلته مۀ ايسارېږه، زر زر لاړ شه.“ نو هلک غشے راواخستلو او خپل نېک ته راواپس شو،</verse>
				<verse number="39">او د دې پته ورته نۀ وه چې د دې مطلب څۀ دے، صِرف يونتن او داؤد ته پته وه.</verse>
				<verse number="40">يونتن خپله وسله هلک له ورکړه او ورته يې ووئيل چې دا ښار ته واپس يوسه.</verse>
				<verse number="41">کله چې هلک لاړو، نو داؤد د ګټ د شا نه راپاڅېدو، هغه پړمخې په زمکه پرېوتو او درې ځل ورته د عزت نه ټيټ شو. کله چې هغوئ يو بل ښکلول نو هغۀ او يونتن دواړو ژړل، د داؤد خفګان د يونتن نه هم زيات وو.</verse>
				<verse number="42">بيا يونتن داؤد ته ووئيل، ”په خېر سره لاړ شه، مالِک خُدائ دې وکړى چې زما او ستا او زما او ستا د اولاد تر مينځه هغه مقدسه وعده قائمه وى چې مونږ د يو بل سره کړې ده.“ بيا داؤد لاړو او يونتن ښار ته واپس شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">داؤد په نوب کښې اخيمُلک اِمام له لاړو. اخيمُلک ورله مِلاوېدو دپاره د يرې نه په ريږدېدو راووتلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ يواځې ولې يې او چې يو کس هم درسره نشته؟“</verse>
				<verse number="2">داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د بادشاه د يو کار دپاره دلته راغلے يم، هغۀ ما ته وئيلى دى چې هيچا ته پته ونۀ لګى چې زۀ هغۀ د څۀ دپاره رالېږلے يم. ما خپلو فوجيانو ته وئيلى دى چې په يو بل ځائ کښې زما سره مِلاو شى.</verse>
				<verse number="3">تا سره د خوراک څۀ شته؟ ما له پينځۀ روټۍ راکړه يا کۀ نور څۀ درسره وى نو رايې کړه.“</verse>
				<verse number="4">اِمام ورته ووئيل، ”زما سره صِرف مقدسه روټۍ ده، عامه روټۍ راسره نشته، کۀ ستا سړو په دې نزدې وخت کښې ځان د ښځو نه ساتلے وى نو تاسو دا خوړے شئ.“</verse>
				<verse number="5">داؤد جواب ورکړو، ”بې‌شکه، دوئ ځان ساتلے دے، زما سړى همېشه خپل ځانونه پاک ساتى تر دې پورې کۀ هغوئ په يو عام کار پسې هم ځى، او نن مونږ څومره په خاص کار پسې راوتلى يُو.“</verse>
				<verse number="6">نو اِمام داؤد له مقدسه روټۍ ورکړه، ځکه چې د هغۀ سره صِرف هم هغه روټۍ وه چې کومه مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې وه، کومه چې د مقدس مېز نه لرې کړے شوې وه او د هغې په ځائ تازه روټۍ اېښے شوې وه.</verse>
				<verse number="7">نو د ساؤل مشر شپون دوئيګ ادومے په هغه ورځ د مالِک خُدائ په حضور کښې د عبادت دپاره ايسار وو.</verse>
				<verse number="8">داؤد اخيمُلک ته وفرمائيل، ”تا سره نېزه يا تُوره شته؟ د بادشاه د حُکم په وجه زۀ دومره په تېزۍ لاړم چې ما ته دومره وخت هم مِلاو نۀ شو چې زۀ خپله تُوره يا بل څۀ راواخلم.“</verse>
				<verse number="9">اخيمُلک ورته ووئيل، ”زما سره د فلستى جوليت تُوره ده، کوم چې تا د ايله په مېدان کښې وژلے وو، د دې پېش بند نه وروستو په کپړه کښې تاو ده. کۀ تۀ غواړې نو راوايخله، صِرف هم دغه يوه وسله شته.“ داؤد ورته وفرمائيل، ”رايې کړه. د دې نه ښۀ وسله نشته.“</verse>
				<verse number="10">نو داؤد هلته نه لاړو او د ساؤل نه وتښتېدو او د جات بادشاه اکيس له لاړو.</verse>
				<verse number="11">د بادشاه آفسرانو اکيس ته ووئيل، ”دا هغه داؤد نۀ دے څۀ، کوم چې د خپل مُلک بادشاه دے؟ دا هغه سړے دے چې کله ښځې ګډېدې نو په سندرو کښې يې وئيل چې ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“</verse>
				<verse number="12">د هغوئ خبرو په داؤد باندې ډېر زيات اثر وکړو او هغه د جات اکيس بادشاه نه ډېر زيات ويرېدو.</verse>
				<verse number="13">نو چې کله هغوئ هلته وُو، داؤد به خپل چال چلن بدلولو او چې کله به هغوئ ورته کتل نو د ځان نه به يې ليونے جوړولو، هغۀ به د ښار په دروازو کرښې وهلې او په ږيره به يې لاړې بهېدلې.</verse>
				<verse number="14">نو اکيس خپلو آفسرانو ته ووئيل، ”ګورئ، هغه سړے ليونے دے. دا مو ما له ولې راوستلو؟</verse>
				<verse number="15">مونږ سره د ليونو کمے نشته نو بيا زۀ ولې دے په خپل کور کښې پرېږدم؟“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">داؤد د جات ښار نه وتښتېدو او د عدولام ښار ته نزدې يو غار ته لاړو. کله چې د هغۀ وروڼه او نور خاندان خبر شو چې هغه هلته دے، نو هغوئ ورسره مِلاو شول.</verse>
				<verse number="2">کوم خلق چې په تکليف کښې وُو، قرضدارى وُو يا خفه وُو نو هغوئ ورغلل، دا تقريباً ټول څلور سوه سړى وُو او هغه د هغوئ مشر شو.</verse>
				<verse number="3">داؤد د هغه ځائ نه په موآب کښې مصفاه ته لاړو او د موآب بادشاه ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت زما مور او پلار پرېږده چې راشى او تا سره تر هغې پورې ايسار وى چې ما ته پته ولګى چې خُدائ پاک به زما دپاره څۀ کوى.“</verse>
				<verse number="4">نو داؤد خپل مور پلار د موآب بادشاه سره پرېښودل او چې کله داؤد په محفوظ ځائ کښې پټ وو نو هغوئ هلته ايسار وُو.</verse>
				<verse number="5">بيا جاد پېغمبر داؤد له راغلو او ورته يې وفرمائيل، ”دلته مۀ ايسارېږه، او سمدستى د يهوداه مُلک ته لاړ شه.“ نو داؤد روان شو او د حارت ځنګل ته لاړو.</verse>
				<verse number="6">يوه ورځ ساؤل په جبعه کښې په غرۀ باندې د غز د ونې لاندې ناست وو، نېزه يې په لاس کښې وه او خپل ټول آفسران ترې نه ګېرچاپېره ولاړ وُو. هغه خبر شو چې داؤد او د هغۀ سړى پېدا شوى دى،</verse>
				<verse number="7">نو هغۀ خپلو آفسرانو ته ووئيل، ”د بنيامين سړو غوږ ونيسئ. ستاسو خيال دا دے څۀ چې داؤد به تاسو ټولو له پټى او د انګورو باغونه درکړى؟ او د خپل لښکر آفسران به مو جوړ کړى؟</verse>
				<verse number="8">هم دغه وجه ده څۀ چې تاسو زما خِلاف منصوبه جوړَوئ؟ ستاسو نه يو کس هم ما ته ونۀ وئيل چې زما خپل زوئ د داؤد سره اِتحاد کړے دے. هيچا سره زما فکر نشته او نۀ ما ته وائى چې زما خپل سړے يعنې داؤد په دې منصوبه کښې لګيا دے چې زما د وژلو موقع لټوى او زما خپل زوئ د هغۀ ډاډګيرنه کوى.“</verse>
				<verse number="9">دوئيګ ادومے هلته د ساؤل آفسرانو سره ولاړ وو او وې وئيل، ”کله چې داؤد په نوب کښې د اخيطوب زوئ اخيمُلک له تلو نو هغه ما وليدو.</verse>
				<verse number="10">اخيمُلک د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو چې داؤد څۀ وکړى او بيا هغۀ داؤد له خوراک او د جوليت فلستى تُوره ورکړه.“</verse>
				<verse number="11">نو ساؤل بادشاه اخيمُلک اِمام او د هغۀ ټول خپلوان راوغوښتل، کوم چې په نوب کښې اِمامان وُو او هغوئ ورله راغلل.</verse>
				<verse number="12">ساؤل اخيمُلک ته ووئيل، ”اخيمُلکه، خبره واوره.“ نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”بادشاه سلامت وايه.“</verse>
				<verse number="13">ساؤل ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ او د يَسى زوئ زما خِلاف ولې منصوبه جوړَوئ؟ تاسو هغۀ له خوراک او تُوره ولې ورکړه او د هغۀ دپاره مو د خُدائ پاک سره مشوره ولې وکړه؟ نو هغۀ زما خِلاف سرکشى وکړه او هغۀ زما خِلاف نن لاره نيولې ده.“</verse>
				<verse number="14">اخيمُلک ورته وفرمائيل، ”ستا په ټولو نوکرانو کښې د داؤد په شان وفادار څوک دے؟ هغه د بادشاه زوم دے، ستا د ټولو محافظانو فوجيانو مشر دے او ستا په دربار کښې ډېر زيات عزتمند دے.</verse>
				<verse number="15">آو، ما څو ځلې د هغۀ دپاره د خُدائ پاک سره مشوره کړې ده، نو بادشاه سلامت، تۀ د دې خبرې اِلزام په ما او زما په خاندان مۀ لګوه. زۀ ستا خِلاف د يوې منصوبې نه هم نۀ وم خبر. د دې خبرې نه، زۀ بېخى خبر نۀ يم.“</verse>
				<verse number="16">بادشاه ورته ووئيل، ”اخيمُلکه، تۀ او ستا ټول خپلوان به وژلے شې.“</verse>
				<verse number="17">د هغۀ سره نزدې چې کوم د هغۀ محافظان ولاړ وُو نو هغوئ ته يې ووئيل، ”د مالِک خُدائ اِمامان ووژنئ. هغوئ د داؤد سره سازش وکړو او ما ته يې ونۀ وئيل چې هغه تښتېدلے دے، اګر چې دې ټولو ته پته ده.“ خو د هغۀ حِفاظت کوونکو د مالِک خُدائ د اِمامانو د وژلو دپاره په هغوئ باندې لاس اوچتولو نه اِنکار وکړو.</verse>
				<verse number="18">نو ساؤل دوئيګ ته ووئيل، ”تۀ هغوئ ووژنه.“ او دوئيګ هغوئ ټول ووژل. په هغه ورځ باندې هغۀ پينځۀ اتيا اِمامان ووژل کوم چې د پېش بند د وړلو حقدار وُو.</verse>
				<verse number="19">ساؤل دا حُکم هم وکړو چې د اِمامانو د ښار نوب ټول اوسېدونکى دې ووژلے شى، ښځې او سړى، ماشومان او تى رودونکى ماشومان، څاروى، خرۀ او ګډې، هر څۀ ووژلے شول.</verse>
				<verse number="20">خو د اخيمُلک يو زوئ ابياتار وتښتېدو، لاړو او د داؤد سره مِلاو شو.</verse>
				<verse number="21">هغۀ داؤد ته ووئيل، چې ساؤل د مالِک خُدائ اِمامان څنګه ووژل.</verse>
				<verse number="22">داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”کله چې ما دوئيګ په هغه ورځ هلته وليدو، ما ته پته وه چې هغه به خامخا ساؤل ته ووائى. نو په دې وجه زۀ ستا د ټولو خپلوانو د مرګ ذمه وار يم.</verse>
				<verse number="23">ما سره ايسار شه او يرېږه مه. ساؤل مونږ دواړه وژل غواړى، خو تۀ به ما سره په امن کښې يې.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">يوه ورځ داؤد واورېدل چې فلستيان د قعيله په ښار باندې حمله کوى او د درمند نه رېبلے شوے فصل پټوى.</verse>
				<verse number="2">نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې په دې فلستيانو باندې حمله وکړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، په هغوئ حمله وکړه او قعيله بچ کړه.“</verse>
				<verse number="3">خو د داؤد سړو هغۀ ته وفرمائيل، ”کۀ مونږ دلته په يهوداه کښې يريږو، نو دا به زمونږ دپاره نوره هم سخته شى چې قعيله ته لاړ شُو او د فلستيانو په لښکر باندې حمله وکړُو.“</verse>
				<verse number="4">نو داؤد د مالِک خُدائ سره بيا خبره وکړه او مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”قعيله ته ورشه، ځکه چې زۀ به تا له په فلستيانو باندې فتح درکوم.“</verse>
				<verse number="5">نو داؤد او د هغۀ سړى قعيله ته لاړل او په فلستيانو يې حمله وکړه، هغوئ ډېر زيات کسان ووژل او د هغوئ څاروى يې بوتلل. نو داسې داؤد هغه ښار بچ کړو.</verse>
				<verse number="6">کله چې د اخيمُلک زوئ ابياتار وتښتېدو او په قعيله کښې د داؤد سره مِلاو شو، نو هغۀ د ځان سره پېش بند يوړو.</verse>
				<verse number="7">ساؤل خبر شو چې داؤد قعيلې ته تلے دے، نو ساؤل ووئيل، ”خُدائ پاک هغه ما له په لاس کښې راکړے دے. داؤد ځان په خپله ګېر کړو چې هغه يو داسې ښار ته لاړو چې پخې دروازې لرى او تالا کيږى.“</verse>
				<verse number="8">نو ساؤل خپل لښکر د جنګ دپاره راوغوښتو، چې قعيلې ته لاړ شى او داؤد او د هغۀ لښکر ګېر کړى.</verse>
				<verse number="9">کله چې داؤد خبر شو چې ساؤل ورباندې د حملې کولو منصوبه جوړوى، نو هغۀ ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”پېش بند دلته راوړه.“</verse>
				<verse number="10">بيا داؤد وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، ما دا اورېدلى دى چې ساؤل زما يعنې ستا د خِدمت کوونکى په وجه قعيلې ته د راتلو او د دې د ورانېدو منصوبه جوړوى.</verse>
				<verse number="11">د قعيلې اوسېدونکى به ما ساؤل له په لاس کښې ورکړى څۀ؟ ساؤل به په رښتيا راشى څۀ لکه چې ما اورېدلى دى؟ مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ تا ته سوال کوم او ما له جواب راکړه.“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، ساؤل به راځى.“</verse>
				<verse number="12">داؤد بيا تپوس وکړو، ”د قعيلې اوسېدونکى به ما او زما سړى ساؤل له په لاس کښې ورکوى څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، هغوئ به تاسو ورته حواله کوى.“</verse>
				<verse number="13">نو داؤد او د هغۀ سړى چې تقريباً ټول شپږ سوه وُو د قعيلې نه سمدستى لاړل او د يو ځائ نه بل ځائ ته تلل. کله چې ساؤل خبر شو چې داؤد د قعيلې نه تښتېدلے دے، نو هغۀ خپله منصوبه پرېښوده.</verse>
				<verse number="14">داؤد د زيف سره نزدې په صحرا کښې، د غرونو په مُلک کښې په محفوظ ځائ کښې ايسار شو. ساؤل به هر وخت هغه لټولو، خو خُدائ پاک داؤد هغۀ له په لاس نۀ ورکولو.</verse>
				<verse number="15">کله چې داؤد د زيفه سره نزدې په صحرا کښې، په حورِش کښې وو نو پته ورته ولګېده چې ساؤل د هغۀ په مرګ پسې راوتلے دے.</verse>
				<verse number="16">يونتن هغۀ له هلته ورَغلو او داؤد يې زړَور کړو چې خُدائ پاک ستا مل دے،</verse>
				<verse number="17">او ورته يې ووئيل، ”مۀ يرېږه، زما پلار ساؤل تا ته نقصان نۀ شى دررسولے. هغۀ ته ډېره ښۀ پته ده چې تۀ به د بنى اِسرائيلو بادشاه يې او زۀ به په تا پسې دوېم کس يم.“</verse>
				<verse number="18">هغوئ دواړو د يو بل سره د مالِک خُدائ په نوم باندې تړون وکړو. داؤد په حورِش کښې ايسار شو او يونتن خپل کور ته لاړو.</verse>
				<verse number="19">د زيف څۀ خلق په جبعه کښې ساؤل له لاړل او ورته يې ووئيل، ”داؤد زمونږ په علاقه حورِش کښې د حکيله په غرۀ باندې پټ دے، چې دا د يشيمون صحرا جنوبى حِصه ده.</verse>
				<verse number="20">بادشاه سلامت، مونږ ته پته ده چې تۀ هغه نيول غواړې، نو زمونږ علاقې ته راشه او مونږ به يې ونيسو او تا ته به يې حواله کړُو.“</verse>
				<verse number="21">ساؤل ورته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى ځکه چې تاسو په ما ډېر مِهربانه يئ.</verse>
				<verse number="22">لاړ شئ او يو ځل يې بيا وګورئ، دا خبره صفا کړئ چې هغه چرته دے او هغه هلته چا ليدلے دے. ما اورېدلى دى چې هغه ډېر چالاک دے.</verse>
				<verse number="23">بلکل هم هغه ځايونه ولټوئ چرته چې هغه پټ دے او خامخا سيدها ما له واپس خبر راوړئ. بيا به زۀ ستاسو سره لاړ شم او کۀ هغه تر اوسه پورې په هغه علاقه کښې وى، نو هغه به زۀ رانيسم، تر دې پورې چې د يهوداه ټول مُلک به ورپسې لټوم.“</verse>
				<verse number="24">نو هغوئ روان شول او د ساؤل نه مخکښې زيف ته واپس راورسېدل. داؤد او د هغۀ سړى د معون په صحرا کښې وُو، چې د يشيمون صحرا په جنوبى حِصه کښې خُشک مېدان دے.</verse>
				<verse number="25">ساؤل او د هغۀ سړى د داؤد لټولو دپاره روان شول، خو هغه د دې نه خبر شو او د معون په صحرا کښې د ګټو يو غر ته لاړل او هلته ايسار شو. کله چې ساؤل د دې نه خبر شو نو هغه په داؤد پسې لاړو.</verse>
				<verse number="26">ساؤل او د هغۀ سړى د غرۀ په يو طرف باندې وُو او داؤد او د هغۀ سړى د غرۀ په بل طرف باندې وُو. داؤد تېزى کوله چې د ساؤل نه لرې شى، خو ساؤل دومره ورنزدې شو چې داؤد او د هغۀ لښکر يې نيولے هم شول.</verse>
				<verse number="27">نو هم په هغه وخت يو پېغام وړونکے راورسېدو او ساؤل ته يې ووئيل، ”فوراً راواپس شه. فلستيان په مُلک حمله کوى.“</verse>
				<verse number="28">نو ساؤل په داؤد پسې نور لا نۀ ړو او د فلستيانو سره جنګ کولو دپاره لاړو. نو دا ځکه د هغه ځائ نوم د تښتېدو ګټ شو.</verse>
				<verse number="29">داؤد روان شو او د عين‌جدى علاقې ته لاړو، هلته په محفوظ ځايونو کښې اوسېدو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">کله چې ساؤل د فلستيانو سره جنګ کولو نه راواپس شو، نو هغه خبر شو چې داؤد د عين‌جدى په صحرا کښې دے.</verse>
				<verse number="2">ساؤل د بنى اِسرائيلو نه درې زره تکړه فوجيان ځان سره کړل او د ځنګلى چېلۍ ګټو نمرخاتۀ طرف ته په داؤد او د هغۀ په سړو پسې روان شو.</verse>
				<verse number="3">هغه د لارې په غاړه د ګډو شپول سره نزدې يو غار ته راغلو او اودس يې مات کړو. داسې هم په هغه غار کښې وشول چې په کوم غار کښې داؤد او د هغۀ سړى شاته حِصه کښې پټ وُو.</verse>
				<verse number="4">د داؤد سړو غلى شان هغۀ ته وفرمائيل، ”دا ستا دپاره يوه موقع ده. مالِک خُدائ تا ته فرمائيلى دى چې هغه به تا له ستا دشمن په لاس کښې درکړى او چې بيا دې څۀ خوښه وى نو هغه ورسره کولے شې.“ داؤد غلے لاړو او د ساؤل د چُوغې نه يې يوه ټُکړه پرې کړه خو ساؤل ته د دې پته ونۀ لګېده.</verse>
				<verse number="5">خو خپل ضمير داؤد ملامته کړو ځکه چې هغۀ د ساؤل د چُوغې نه يوه ټُکړه پرې کړې وه،</verse>
				<verse number="6">او هغۀ خپلو سړو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دې ما د دې نه وساتى چې زۀ خپل نېک ته څۀ نقصان ورسوم، کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. زۀ خو به هغۀ ته نقصان نۀ رسوم، ځکه چې هغه بادشاه دے او مالِک خُدائ هغه خوښ کړے دے.“</verse>
				<verse number="7">نو داؤد خپل سړى دې ته راضى کړل چې هغوئ به په ساؤل حمله نۀ کوى. ساؤل پاڅېدو، د غرۀ نه روان شو او په خپله مخه لاړو.</verse>
				<verse number="8">نو داؤد ورپسې لاړو او آواز يې ورته وکړو، ”بادشاه سلامت.“ ساؤل راوګرځېدو او داؤد د عزت نه زمکې ته ټيټ شو</verse>
				<verse number="9">او وې فرمائيل، ”تۀ هغه خلقو ته غوږ ولې نيسې چې کوم وائى چې زۀ تا ته د نقصان رسولو کوشش کوم؟</verse>
				<verse number="10">تا په خپله وليدل چې مالِک خُدائ تۀ اوس اوس په دې غار کښې ما له په لاس کښې راکړې. زما څۀ سړو ما ته ووئيل چې زۀ تا ووژنم، خو ما درته د رحم په نظر وکتل او ومې وئيل چې زۀ خو به تا ته نقصان نۀ رسوم، ځکه چې تۀ هغه څوک يې چې مالِک خُدائ بادشاه خوښ کړے يې.</verse>
				<verse number="11">وګوره زما پلاره، د خپلې چُوغې ټُکړه وګوره چې زما په لاس کښې ده. ما تۀ وژلے شوې، خو صِرف ما دا ټُکړه پرې کړه. په کار دى چې تۀ دا ومنې چې ما ستا خِلاف د بغاوت يا تا ته د نقصان رسولو خيال هم نۀ دے کړے. او تۀ ما د وژلو دپاره نيسې، اګر چې ما درسره هيڅ بد نۀ دى کړى.</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په مونږ کښې څوک په غلطه دے. زما خِلاف دې چې کوم کار کړے وى نو مالِک خُدائ دې د هغې سزا درکړى، خو زۀ به تا ته هيڅ نقصان نۀ رسوم.</verse>
				<verse number="13">لکه د مشرانو د خولو خبره ده، ”د بدعملو هر کار بد وى.“ خو زۀ به تا ته نقصان نۀ رسوم.</verse>
				<verse number="14">ګوره، د بنى اِسرائيلو بادشاه د چا د وژلو کوشش کوى؟ ګوره، هغه په چا پسې شوے دے؟ په يو مړ سپى پسې، په يوې ورَږې پسې.</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ به اِنصاف وکړى او هغه به فېصله وکړى چې په مونږ کښې څوک په غلطه دے. هغه دې مسئلې ته وګورى، زما حِفاظت دې وکړى او ما دې ستا د لاس نه بچ کړى.“</verse>
				<verse number="16">کله چې داؤد خبرې ختمې کړې، نو ساؤل ووئيل، ”دا تۀ يې داؤده، زما زويه؟“ او هغه په ژړا شو.</verse>
				<verse number="17">بيا هغۀ داؤد ته وفرمائيل، ”تۀ په حقه يې او زۀ په ناحقه يم. تۀ ما سره ډېر ښۀ يې، اګر چې ما تا سره ډېر بد کړى دى.</verse>
				<verse number="18">تا نن ما ته وښودل چې تۀ ما سره څومره ښۀ يې، ځکه چې تا زۀ ونۀ وژلم، تر دې پورې چې مالِک خُدائ زۀ تا له په لاس کښې درکړم.</verse>
				<verse number="19">يو سړے څو ځلې خپل دشمن نيسى او بيا يې د نقصان رسولو نه بغېر پرېږدى؟ تا چې نن ما سره څۀ کړى دى مالِک خُدائ دې تا له د هغې اجر درکړى.</verse>
				<verse number="20">نو زما يقين دے چې تۀ به د اِسرائيل بادشاه يې او بادشاهى به ستا د اختيار لاندې قائمه وى.</verse>
				<verse number="21">خو تۀ ما سره د مالِک خُدائ په نوم لوظ وکړه چې تۀ به زما اولاد ته هيڅ نقصان نۀ رسوې، نو داسې به زما او زما د خاندان نوم بېخى نۀ هېريږى.“</verse>
				<verse number="22">نو داؤد د ساؤل سره هغه لوظ وکړو. نو ساؤل واپس کور ته لاړو او داؤد او د هغۀ سړى محفوظو ځايونو ته لاړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">نو سموئيل مړ شو او ټول بنى اِسرائيليان راغونډ شول او په هغۀ يې د غم ژړا وکړه. بيا هغوئ هغه په راما کښې په خپل خاندانى قبر کښې ښخ کړو. د هغې نه پس، داؤد د فاران صحرا ته لاړو.</verse>
				<verse number="2">د کالب د قبيلې يو سړے وو چې نوم يې نابال وو، چې هغه د معون د ښار وو او هغۀ د کرمل ښار سره نزدې خپله زمکه لرله. هغه مالداره سړے وو، درې زره ګډې او زر چېلۍ يې وې. د هغۀ ښځه ابى‌جيل ښائسته او هوښياره وه، خو هغه سخت او شوم سړے وو. نابال په کرمل کښې د خپلو ګډو نه وړۍ کلولې،</verse>
				<verse number="3"></verse>
				<verse number="4">او داؤد، څوک چې په صحرا کښې وو د دې نه خبر شو چې نابال د خپلو ګډو نه وړۍ کلولې،</verse>
				<verse number="5">نو هغۀ لس زلمى د دې حُکم سره ولېږل چې کرمل ته لاړ شئ، نابال ولټوئ او زما سلام ورورسوئ.</verse>
				<verse number="6">هغۀ ته ووايئ، ”خوشحاله او ژوندے اوسې، په تا او ستا په کور دې سلامتى وى او په هغه هر څۀ دې سلامتى وى چې تۀ يې لرې.</verse>
				<verse number="7">هغۀ اورېدلى دى چې تۀ د خپلو ګډو وړۍ کلوې او هغۀ غوښتل چې تا ته دا پته ولګى چې کله ستا شپانۀ مونږ سره وُو نو مونږ هغوئ ته څۀ نقصان نۀ دے رسولے. کله چې هغوئ په کرمل کښې وُو نو هيڅکله د هغوئ يو څيز هم نۀ دے پټ کړے شوے.</verse>
				<verse number="8">تۀ د خپلو سړو نه تپوس وکړه او هغوئ به تا ته هم دغه شان ووائى. نو تۀ به مونږ سره ښېګړه وکړې څۀ، ځکه چې مونږ د اختر په ورځ راغلى يُو؟ تۀ مونږ يعنې ستا خِدمت کوونکو او خپل دوست داؤد له څۀ راکړه.“</verse>
				<verse number="9">د داؤد زلمى راورسېدل او د داؤد دا پېغام يې نابال له ورکړو. او هغوئ هلته اِنتظار وکړو،</verse>
				<verse number="10">او آخر نابال جواب ورکړو چې، ”داؤد څوک دے؟ د يَسى زوئ څوک دے؟ نن سبا ډېر نوکران د خپلو نېکانو نه تښتى.</verse>
				<verse number="11">زۀ روټۍ، اوبۀ او هغه ځناور ولې يوسم چې ما د خپلو نوکرانو دپاره حلال کړى دى چې هغه سړو له يې ورکړم چې ما ته پته هم نشته چې هغوئ د کوم ځائ نه راغلى دى.“</verse>
				<verse number="12">د داؤد سړى واپس راغلل او چې نابال څۀ وئيلى وُو نو هغه يې ورته ووئيل.</verse>
				<verse number="13">داؤد خپلو سړو ته وفرمائيل، ”هر يو سړے خپلې تُورې وتړئ.“ هغۀ حُکم ورکړو او هغوئ ټولو تُورې وتړلې. داؤد په خپله هم تُوره وتړله او تقريباً د خپلو څلورو سوو سړو سره لاړو، چې دوه سوه سړى يې وروستو د سامان سره پرېښودل.</verse>
				<verse number="14">د نابال يو نوکر د نابال ښځې ابى‌جيل ته ووئيل، ”تۀ خبر يې؟ داؤد د صحرا نه پېغام وړُونکى رالېږلى دى چې زمونږ نېک ته سلام ووائى، خو هغۀ يې بې‌عزتى وکړه.</verse>
				<verse number="15">خو هغوئ زمونږ سره ډېر ښۀ وُو، هغوئ مونږ کله هم نۀ يُو تنګ کړى او مونږ به هر وخت د هغوئ سره په پټو کښې وُو او زمونږ يو څيز هم نۀ دے پټ کړے شوے.</verse>
				<verse number="16">هغوئ شپه او ورځ زمونږ حِفاظت کولو او چې کله هم مونږ د هغوئ سره وُو نو هغوئ زمونږ د رَمو حِفاظت کولو.</verse>
				<verse number="17">دا زمونږ د نېک او د هغۀ د مکمل خاندان دپاره د تباهۍ سبب جوړېدے شى. هغه دومره بداخلاقه سړے دے چې د هيچا خبره به هم نۀ اورى.“</verse>
				<verse number="18">ابى‌جيل زر زر دوه سوه روټۍ راټولې کړې، دوه د ميو نه ډکې مشکيزې، پينځۀ حلال شوى ګډان او لس کلو وريتې دانې، سل د کشمشو موټى او دوه سوه موټى د اوچو اينځرو يې واخستل او په خرونو يې بار کړل.</verse>
				<verse number="19">بيا هغې نوکرانو ته ووئيل، ”تاسو مخکښې ځئ او زۀ به په تاسو پسې درځم.“ خو هغې خپل خاوند ته هيڅ هم ونۀ وئيل.</verse>
				<verse number="20">هغې خپل خر د غرۀ په لمن کښې په تاو راتاو لاره باندې روان کړے وو چې ناڅاپه هغه د داؤد او د هغۀ د سړو سره مِلاو شوه چې د هغې طرف ته راروان وُو.</verse>
				<verse number="21">داؤد دا سوچ کولو چې، ”ما په دې صحرا کښې د دې کس د جائيداد حِفاظت ولې وکړو؟ د هغۀ يو څيز مې هم ورکېدلو ته نۀ دے پرېښے او چې ما د هغۀ سره کوم مدد کړے دے نو د هغې بدله داسې راکوى.</verse>
				<verse number="22">خُدائ پاک دې ما ووژنى کۀ ما هغه ټول سړى د سحر نه مخکښې ونۀ وژل.“</verse>
				<verse number="23">کله چې ابى‌جيل داؤد وليدو، نو هغه زر زر راکوزه شوه او خپل ځان يې په زمکه وغورزولو</verse>
				<verse number="24">او د داؤد په پښو کښې پرېوته او هغۀ ته يې ووئيل، ”يواځې ما قصورواره وګڼه، خپلې وينځې له د خبرو کولو اجازت ورکړه او چې ستا وينځه څۀ وئيل غواړى نو صاحِبه، هغې ته غوږ ونيسه.</verse>
				<verse number="25">صاحِبه، د دې بې‌کاره سړى نابال خبره مۀ اوره. هغه په رښتيا هم هغه شے دے لکه چې څنګه يې نامه ده، کم عقل. صاحِبه، کله چې ستا نوکران راورسېدل نو زۀ هلته نۀ وم.</verse>
				<verse number="26">دا مالِک خُدائ وو چې هغۀ د بدل اخستلو نه او تۀ يې د خپلو دشمنانو د وژلو نه ساتلے يې. او اوس زۀ تا ته په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې ستا دشمنان او هر څوک چې تا ته نقصان رسوى هغوئ له به د نابال په شان سزا ورکړے شى.</verse>
				<verse number="27">نو اوس، چې ستا وينځې کومه تُحفه تا له راوړې ده هغه قبوله کړه او خپلو زلمو له يې ورکړه.</verse>
				<verse number="28">صاحِبه، کۀ ما څۀ قصور کړے وى نو ما معاف کړه. مالِک خُدائ به ستا او ستا د بچو بادشاهى قائمه ساتى، ځکه چې زما نېک د مالِک خُدائ دپاره جنګونه کوى، او چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې نو تۀ دې بد عمل ونۀ کړې.</verse>
				<verse number="29">کۀ څوک په تا باندې حمله کوى او ستا د وژلو کوشش کوى، نو مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به تا داسې بچ ساتى لکه چې څوک د قيمتى خزانې حِفاظت کوى. او هغه به ستا دشمنان داسې وغورزوى لکه چې څوک په لينده کښې کاڼے لړه کوى.</verse>
				<verse number="30">او کله چې مالِک خُدائ هغه ټول ښۀ کارونه کړى وى لکه څنګه يې چې تا سره وعده کړې ده او تۀ يې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ کړے يې،</verse>
				<verse number="31">نو صاحِبه، تۀ به پښېمانه نۀ يې او نۀ به په زړۀ کښې خفه يې، چې بغېر د څۀ وجې نه دې خلق وژلى وى يا دې خپله بدله اخستې وى. او کله چې مالِک خُدائ برکت درکړى، نو مِهربانى وکړه چې خپله خِدمت کوونکې هېره نۀ کړې.“</verse>
				<verse number="32">داؤد ابى‌جيل ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک صِفت دې وى چې هغۀ نن تۀ زما سره مِلاوېدو له راولېږلې.</verse>
				<verse number="33">ستا د هوښيارتوب دپاره دې د خُدائ پاک شُکر وى او د هغې دپاره چې تا نن وکړل چې د وينې تويولو د جرم او د خپل بدل اخستلو نه دې وساتلم.</verse>
				<verse number="34">مالِک خُدائ زۀ تا ته د نقصان رسولو نه ساتلے يم. خو زۀ د بنى اِسرائيلو په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم کۀ تۀ ما سره مِلاوېدو له زر زر نۀ وې راغلې، نو د سحر پورې به د نابال ټول سړى مړۀ شوى وُو.“</verse>
				<verse number="35">بيا داؤد هغه څۀ قبول کړل چې هغې راوړى وُو او هغې ته يې وفرمائيل، ”په خېر سره واپس کور ته لاړه شه. ما ستا خبره اورېدلې ده او ستا عرض مې منلے دے.“</verse>
				<verse number="36">ابى‌جيل واپس نابال له لاړه، هغه په کور کښې وو او داسې روټۍ يې کړې وه چې د بادشاهانو سره سمون خورى. هغه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغې تر سحره پورې هغۀ ته هيڅ هم ونۀ وئيل.</verse>
				<verse number="37">بيا کله چې د هغۀ نه نشه لاړه، نو هغې ورته هر څۀ ووئيل. هغه فالج ووهلو او مکمل شل شو.</verse>
				<verse number="38">تقريباً لس ورځې وروستو مالِک خُدائ نابال ووهلو او مړ شو.</verse>
				<verse number="39">کله چې داؤد خبر شو چې نابال مړ شو، نو هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. هغۀ د نابال نه زما د بې‌عزتۍ بدله اخستې ده او زۀ يعنې خپل خِدمت کوونکے يې د غلط کار نه ساتلے يم. مالِک خُدائ نابال له د هغۀ د بدعملۍ سزا ورکړې ده.“ بيا داؤد ابى‌جيل له خبر ورولېږلو چې زما سره وادۀ وکړه.</verse>
				<verse number="40">د هغۀ نوکران په کرمل کښې هغې له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”داؤد مونږ رالېږلى يُو چې تا بوځُو او د هغۀ ښځه شې.“</verse>
				<verse number="41">ابى‌جيل سر زمکې ته ټيټ کړو او وې وئيل، ”زۀ د هغۀ وينځه يم، زۀ د هغۀ د نوکرانو د پښو وينځلو دپاره تياره يم.“</verse>
				<verse number="42">هغه زر زر پاڅېده او په خر سوره شوه. پينځۀ نوکرانې ورسره وې، هغه د داؤد د نوکرانو سره لاړه او د هغۀ ښځه شوه.</verse>
				<verse number="43">داؤد د يزرعيل اخينوعم هم وادۀ کړې وه او دواړه يې ښځې شوې.</verse>
				<verse number="44">په دې دوران کښې، د داؤد چې کومه ښځه وه او د ساؤل لور وه، ساؤل هغه د داؤد نه خلاصه کړه او د ليس زوئ فلطى له ورکړه. فلطى د جليم د ښار وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">بيا د زيف يو څو سړى په جبعه کښې ساؤل له راغلل او ورته يې ووئيل چې، ”داؤد د يشيمون صحرا په غاړه د حکيله په غرۀ باندې پټ دے.“</verse>
				<verse number="2">نو ساؤل سمدستى د درېو زرو ښو بنى اِسرائيلو فوجيانو سره د زيف صحرا ته لاړو چې داؤد ولټوى،</verse>
				<verse number="3">او د لارې په غاړه د حکيله په غرۀ باندې يې خېمې ولګولې. داؤد تر اوسه پورې په هغه صحرا کښې وو او کله چې هغه خبر شو چې ساؤل د هغۀ لټولو له راغلے دے،</verse>
				<verse number="4">هغۀ جاسوسان ولېږل او دا يې معلوم کړل چې ساؤل په رښتيا هلته دے.</verse>
				<verse number="5">نو هغه راووتلو او هم هغه ځائ ته راغلو چرته چې د ساؤل او د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير ملاست وو. ساؤل په کېمپ کښې دننه څملاستو او د هغۀ سړو ګېرچاپېره خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="6">بيا داؤد د اخيمُلک حِتى او د يوآب ورور ابيشى (د دوئ مور ضروياه وه) نه تپوس وکړو، ”په تاسو دواړو کښې به کوم يو ما سره د ساؤل کېمپ ته لاړ شى؟“ ابيشى ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ به درسره لاړ شم.“</verse>
				<verse number="7">نو په هغه شپه داؤد او ابيشے د ساؤل خېمو ته ننوتل او وې ليدل چې ساؤل د کېمپ په مينځ کښې ملاست وو او د هغۀ نېزه د هغۀ د سر سره نزدې په زمکه کښې ښخه وه. ابنير او فوجيان د هغۀ نه ګېرچاپېره ملاست وُو.</verse>
				<verse number="8">ابيشى داؤد ته ووئيل چې، ”خُدائ پاک تا له خپل دشمن نن په لاس کښې درکړے دے. اوس ما له اجازت راکړه چې هم د هغۀ خپله نېزه ترې نه په بل مخ بوټه وباسم او صِرف په يو غرب سره به يې داسې کړم چې د زمکې نه به پاڅېدلے نۀ شى، د دوېم ځل وهلو حاجت به يې هم راته نۀ پېښيږى.“</verse>
				<verse number="9">خو داؤد ورته وفرمائيل، ”تۀ هغه مۀ وژنه. بې‌شکه مالِک خُدائ به هغه چا له سزا ورکوى چې څوک هم د هغۀ خوښ کړے شوى بادشاه ته نقصان رسوى.“</verse>
				<verse number="10">داؤد وفرمائيل، ”ما ته پته ده چې مالِک خُدائ به په خپله ساؤل مړ کوى، کۀ هغه په خپل مرګ مړ شى او يا کۀ په جنګ کښې مړ شى.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ دې نۀ کړى چې هغه چا له د نقصان رسولو کوشش وکړم څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے. راځئ چې د هغۀ نېزه او د اوبو منګے راواخلو او لاړ شُو.“</verse>
				<verse number="12">نو داؤد نېزه او د اوبو منګے واخستلو چې د ساؤل د سر سره نزدې پراتۀ وو او هغه او ابيشے لاړل. هيچا دا ونۀ ليدل او نۀ ورته پته ولګېده چې څۀ وشول او نۀ څوک پاڅېدل، هغوئ ټول په خوږ خوب اودۀ وُو، ځکه چې مالِک خُدائ په هغه ټولو باندې دروند خوب رالېږلے وو.</verse>
				<verse number="13">بيا داؤد د وادۍ نه واوړېدو او د بل غر سر ته لاړو، کوم ځائ چې لږ لرې وو او د خطرې نه بهر وو،</verse>
				<verse number="14">او د ساؤل فوجيانو او ابنير ته يې چغه ووهله، ”ابنيره، تۀ زما آواز اورې؟“ ابنير تپوس وکړو، ”دا چغې څوک وهى چې بادشاه راپاڅوى؟“</verse>
				<verse number="15">داؤد ورته وفرمائيل، ”ابنيره، په بنى اِسرائيلو کښې ستا په شان تکړه سړے څوک شته؟ نو تۀ خپل نېک يعنې بادشاه ولې نۀ بچ کوې؟ دا اوس اوس څوک خېمو ته لاړل چې ستا نېک ووژنى.</verse>
				<verse number="16">ابنيره، تۀ په خپله ذمه وارۍ کښې ناکام شوې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې تاسو ټول د مرګ لائق يئ، ځکه چې تاسو خپل نېک بچ نۀ کړو، کوم چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے. د بادشاه نېزه چرته ده؟ د اوبو منګے چرته دے چې د هغۀ د سر سره وو؟“</verse>
				<verse number="17">ساؤل د داؤد آواز وپېژندو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”داؤده، دا تۀ يې زما زويه؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”آو، بادشاه سلامت دا زۀ يم.“</verse>
				<verse number="18">او هغۀ دا هم وفرمائيل، ”زما نېک تر اوسه پورې په خپل خِدمت کوونکى پسې ولې ګرځى؟ ما څۀ کړى دى؟ ما کوم جرم کړے دے؟</verse>
				<verse number="19">بادشاه سلامت، زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو هغه واوره. کۀ دا مالِک خُدائ وى چې تۀ يې زما خِلاف کړې، نو يوه نذرانه چې هغۀ ته پېش شى نو کېدے شى چې د هغۀ فېصله بدله شى، خو کۀ دا انسان کړى وى، نو په هغوئ دې د مالِک خُدائ لعنت راشى. ځکه چې هغوئ زۀ د مالِک خُدائ د مُلک نه وشړلم او راته يې ووئيل چې د پردو معبودانو عبادت کوه.</verse>
				<verse number="20">زما وينه دې د مالِک خُدائ نه لرې په پردۍ خاوره نۀ توئيږى. د بنى اِسرائيلو بادشاه دې صِرف د يوې ورَږې د لټولو دپاره ولې راشى، لکه څوک چې په غرونو کښې د زرکې ښکار کوى؟“</verse>
				<verse number="21">ساؤل ورته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. زما زويه، داؤده. واپس راشه، زۀ به تا ته نقصان نۀ دررسوم، ځکه چې تا نن زما ژوند بچ کړو. زۀ کم عقل وم، ما يو بد عمل کړے دے.“</verse>
				<verse number="22">داؤد ورته وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، ستا نېزه دا ده. ستا يو سړے دې راشى او دا دې واخلى.</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ هغه چا له اجر ورکوى چې څوک وفادار او رښتونى وى. نن هغۀ ما له تۀ په لاس کښې راکړې، خو ما تا ته نقصان ونۀ رسولو، څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="24">لکه څنګه چې نن ما ستا ژوند بچ کړے دے، نو مالِک خُدائ دې هم هغه شان زما سره هم وکړى او چې د ټولو تکليفونو نه مې خلاص کړى.“</verse>
				<verse number="25">ساؤل داؤد ته ووئيل، ”زما زويه، خُدائ پاک دې تا له برکت درکړى. تۀ به په هر کار کښې کامياب يې.“ نو داؤد په خپله مخه لاړو او ساؤل کور ته واپس شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">خو داؤد د خپل ځان سره وفرمائيل، ”په نن سبا کښې به ما ساؤل ووژنى. زما دپاره ښۀ خبره دا ده چې د فلستى علاقې ته وتښتم. نو ساؤل به د بنى اِسرائيل په مُلک کښې زما لټول پرېږدى او زۀ به بچ شم.“</verse>
				<verse number="2">نو داؤد او د هغۀ شپږ سوه سړى د جات بادشاه د معوک زوئ اکيس مُلک ته لاړل.</verse>
				<verse number="3">داؤد او د هغۀ سړى سره د خپلو کورَنو هلته په جات کښې دېره شول. د داؤد سره خپلې دوه ښځې وې، د يزرعيل اخينوعم او د نابال کونډه ابى‌جيل چې د کرمل وه.</verse>
				<verse number="4">کله چې ساؤل خبر شو چې داؤد جات ته تښتېدلے دے، نو ساؤل د هغۀ لټول پرېښودل.</verse>
				<verse number="5">داؤد اکيس ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ زما سره ښېګړه کول غواړې نو ما له اجازت راکړه چې په يو وړوکى ښار کښې اوسېږم. صاحِبه، زما دپاره دا ضرورى نۀ ده چې زۀ تا سره په شاهى ښار کښې اوسېږم.“</verse>
				<verse number="6">نو اکيس هغۀ له د صِقلاج ښار ورکړو، نو په دې وجه د صِقلاج ښار تر ننه پورې د يهوداه د بادشاهانو دے.</verse>
				<verse number="7">داؤد په فلستى مُلک کښې شپاړس مياشتې اوسېدو.</verse>
				<verse number="8">په هغه وخت کښې داؤد او د هغۀ سړو په جسوريانو، جرزيانو، عماليقيانو باندې حملې کولې، چې هغوئ د ډېر وخت نه په هغه علاقه کښې اوسېدل. هغۀ به تر شور او لاندې مِصر پورې حملې کولې.</verse>
				<verse number="9">ټول سړى او ښځې به يې وژلې او د هغوئ ګډې، څاروى، خرۀ، اوښان او کپړې به يې ترې نه هم وړلې. بيا به واپس اکيس له راتلو.</verse>
				<verse number="10">اکيس به د هغۀ نه تپوس کولو، ”دا ځل تۀ په کوم ځائ حملې کولو له تلے وې؟“ نو داؤد به ورته فرمائيل چې زۀ د يهوداه جنوبى حِصې يا د يرحمئيل قبيلې علاقې ته، يا هغې علاقې ته تلے وم چرته چې قينيان اوسېدل.</verse>
				<verse number="11">داؤد به هر څوک نر او ښځې وژل او هيڅ څوک به جات ته نۀ شُو تلے چې هغه يې خبر کړے وے چې هغۀ او د هغۀ سړو څۀ کړى دى. کله چې هغه په فلستى مُلک کښې اوسېدو نو داؤد به هر وخت هم دغه شان کول.</verse>
				<verse number="12">خو اکيس په داؤد اعتبار کولو او د خپل ځان سره يې ووئيل، ”د هغۀ خلق بنى اِسرائيليان د هغۀ نه دومره نفرت کوى چې هغه به ټول عُمر زما خِدمت کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="28">
				<verse number="1">څۀ موده وروستو، فلستيانو خپل فوجيان راغونډ کړل چې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړى او اکيس داؤد ته ووئيل، ”تا ته دا پته ده چې تۀ او ستا سړى به زما دپاره جنګېږئ.“</verse>
				<verse number="2">داؤد ورته وفرمائيل، ”دا رښتيا دى، زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او تۀ به په خپله وګورې چې زۀ څۀ کوم.“ اکيس ورته ووئيل، ”ټيک ده. زۀ به تا د ټول عُمر دپاره خپل حِفاظت کوونکے محافظ جوړ کړم.“</verse>
				<verse number="3">نو سموئيل مړ شوے وو او ټولو بنى اِسرائيلو په هغۀ ژړا کړې وه او د هغۀ په خپل ښار راما کښې يې ښخ کړے وو. او ساؤل د اِسرائيل مُلک نه کوډګر او جادوګر شړلى وُو.</verse>
				<verse number="4">فلستى فوجيان راغونډ شول او د شونيم ښار سره يې نزدې خېمې ولګولې، ساؤل بنى اِسرائيليان راغونډ کړل او د جِلبوعه په غرۀ يې خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="5">چې ساؤل د فلستيانو لښکر وليدو، نو هغه د يرې نه ولړزېدو،</verse>
				<verse number="6">نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو چې څۀ وکړم. خو مالِک خُدائ بېخى جواب ورنۀ کړو، نۀ د خوبونو په ذريعه، نۀ د اُوريم او تميم استعمالولو او نۀ د پېغمبرانو په ذريعه.</verse>
				<verse number="7">نو ساؤل خپلو آفسرانو له حُکم ورکړو، ”يوه کوډګره ښځه ولټوئ چې د مړو د روحونو سره مشورې کوى او زۀ به ورشم او مشوره به ورسره وکړم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”په عين دور کښې يوه داسې ښځه شته.“</verse>
				<verse number="8">نو ساؤل خپل ځان بدل کړو، هغۀ د شاهى جامو په ځائ عامې جامې واغوستلې او د تيارې نه پس هغه د خپلو دوو سړو سره هغه ښځې له مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته ووئيل، ”زما دپاره د روحونو سره مشوره وکړه او ما ته ووايه چې څۀ کيږى. د هغه سړى روح راوغواړه چې زۀ يې نوم اخلم.“</verse>
				<verse number="9">ښځې جواب ورکړو، ”تا ته ښۀ پته ده چې ساؤل څۀ کړى دى هغۀ څنګه کوډګر او جادوګر د مُلک نه وشړل. نو بيا تۀ ولې زما د ګېرولو کوشش کوې او ما وژل غواړې؟“</verse>
				<verse number="10">بيا ساؤل قسم وخوړو او ورته يې ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې د داسې کولو په وجه به تا ته سزا نۀ ملاويږى.“</verse>
				<verse number="11">ښځې ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره د چا روح راوغواړم؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”د سموئيل.“</verse>
				<verse number="12">کله چې ښځې سموئيل وليدو نو هغې چغه کړه او ساؤل ته يې ووئيل، ”تا زۀ ولې دوکه کړم؟ تۀ ساؤل بادشاه يې.“</verse>
				<verse number="13">بادشاه هغې ته ووئيل، ”مۀ يرېږه، تۀ څۀ ګورې؟“ هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ يو روح وينم چې د زمکې نه راوځى.“</verse>
				<verse number="14">هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”هغه د چا په شان دے؟“ هغې ورته ووئيل، ”يو بوډا سړے راروان دے او چُوغه يې اغوستې ده.“ نو ساؤل ته پته ولګېده چې دا سموئيل دے او هغه د عزت نه زمکې ته ټيټ شو.</verse>
				<verse number="15">سموئيل، ساؤل ته وفرمائيل، ”تا ما له تکليف ولې راکړو؟ تا زۀ واپس ولې راوستلم؟“ ساؤل ورته ووئيل، ”زۀ په لوئ تکليف کښې يم. فلستيان زما سره په جنګ دى او خُدائ پاک زۀ پرېښے يم. هغۀ ما له نور جواب نۀ راکولو، نۀ د پېغمبرانو په ذريعه او نۀ د خوبونو په ذريعه. نو ما تۀ راوغوښتلې، دا د دې دپاره چې ما ته ووائې چې زۀ څۀ وکړم.“</verse>
				<verse number="16">سموئيل ورته وفرمائيل، ”چې مالِک خُدائ پرېښے يې او هغه ستا دشمن شوے دے نو زۀ دې ولې راوغوښتلم؟</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ تا سره هغه څۀ کړى دى چې هغۀ زما په ذريعه تا ته فرمائيلى وُو. هغۀ ستا نه بادشاهى اخستې ده او داؤد له يې ورکړې ده.</verse>
				<verse number="18">تا د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى کړې ده ځکه چې تا عماليقيان او د هغوئ هر څۀ تباه نۀ کړل. نو نن دا ځکه مالِک خُدائ تا سره داسې کوى.</verse>
				<verse number="19">هغه به تا او بنى اِسرائيليان فلستيانو له په لاس کښې ورکړى. سبا به تۀ او ستا زامن ما سره شريک شئ او مالِک خُدائ به د بنى اِسرائيلو لښکر هم فلستيانو له په لاس کښې ورکړى.“</verse>
				<verse number="20">ساؤل ناڅاپه راپرېوتو او په زمکه باندې اوږد اوږد وغزېدو، چې سموئيل څۀ فرمائيلى وُو نو د هغې په وجه ويرېدو. هغه کمزورے وو، ځکه چې هغۀ ټوله ورځ او ټوله شپه هيڅ هم نۀ وُو خوړلى.</verse>
				<verse number="21">هغه ښځه ساؤل له ورغله او وې ليدل چې هغه يرېدلے وو، نو هغې ورته ووئيل، ”صاحِبه، تا چې څۀ وئيلى دى د هغې په وجه ما خپل ژوند په خطره کښې واچولو.</verse>
				<verse number="22">نو اوس ستا وار دے چې زما خبرې ته غوږ ونيسې. زۀ به ستا دپاره لږ خوراک تيار کړم. تۀ خامخا څۀ وخوره چې د سفر کولو جوګه شې.“</verse>
				<verse number="23">ساؤل اِنکار وکړو او وې وئيل چې هيڅ به هم نۀ خورم. خو د هغۀ آفسرانو هم ورته ووئيل چې څۀ وخوره. آخر هغۀ د هغوئ خبره ومنله او د زمکې نه پاڅېدو او په کټ کښې کښېناستو.</verse>
				<verse number="24">هغه ښځې زر يو سخے حلال کړو کوم چې هغې ښۀ څورب کړے وو. بيا هغې لږ اوړۀ واخستل، تيار يې کړل او پتيره روټۍ يې ترې نه پخه کړه.</verse>
				<verse number="25">هغې خوراک د ساؤل او د هغۀ د آفسرانو په وړاندې کېښودو او هغوئ وخوړو. او هغوئ هم په هغه شپه لاړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="29">
				<verse number="1">فلستيانو خپل ټول فوجيان افيق ته راغونډ کړل او بنى اِسرائيلو په يزرعيل کښې د چينې سره خېمې ولګولې.</verse>
				<verse number="2">پينځۀ فلستى بادشاهان د خپلو سوونو او زرګونو سړو د ډلو سره لاړل، داؤد او د هغۀ سړى د اکيس بادشاه سره شا ته روان وُو.</verse>
				<verse number="3">فلستى مشرانو هغوئ وليدل او تپوس يې وکړو، ”دا عبرانيان دلته څۀ کوى؟“ اکيس ورته ووئيل چې، ”دا داؤد دے چې د بنى اِسرائيلو د بادشاه ساؤل يو آفسر دے. اوس هغه زما سره د ډېر وخت نه دے. د کومې ورځې نه چې هغه ما له راغلے دے نو هغۀ داسې يو کار هم نۀ دے کړے چې زۀ يې يوه غلطى راوباسم.“</verse>
				<verse number="4">خو فلستى مشران اکيس ته په غصه وُو او هغۀ ته يې ووئيل، ”دا کس واپس هغه ښار ته ولېږه کوم چې تا ورکړے دے. هغه مۀ پرېږده چې مونږ سره جنګ له لاړ شى، کېدے شى چې هغه په جنګ کښې زمونږ خِلاف شى. په دې کښې څۀ شک نشته چې هغه به د خپل نېک خوشحالولو دپاره زمونږ د سړو سرونه قلم کړى.</verse>
				<verse number="5">آخر دا هم هغه داؤد دے، چې د هغۀ په حقله ښځې په ګډېدو کښې سندره وئيلې چې ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“</verse>
				<verse number="6">اکيس داؤد راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې تۀ زما وفادار يې، او زۀ به خوشحاله وم چې تۀ ما سره تلے وې او په دې جنګ کښې دې زما ملګرتيا کړے وے. تۀ چې د کومې ورځې نه ما له راغلے يې ما په تا کښې هيڅ غلطى نۀ ده موندلې. خو هغه نور بادشاهان تا نۀ منى.</verse>
				<verse number="7">نو په خېر سره واپس کور ته لاړ شه او داسې يو کار هم مۀ کوه چې هغوئ پرې خفه شى.“</verse>
				<verse number="8">داؤد جواب ورکړو، ”صاحِبه، ما څۀ بد کړى دى؟ کۀ داسې وى لکه چې تا ووئيل چې د کومې ورځې نه ما ستا خِدمت شروع کړے دے او تا په ما کښې هيڅ غلطى نۀ وى موندلې، نو ما له تا سره تلل ولې نۀ دى په کار، چې تۀ زما نېک او بادشاه يې، د دې دپاره چې زۀ ستا د دشمنانو سره جنګ وکړم؟“</verse>
				<verse number="9">اکيس ورته ووئيل، ”زۀ دا منم، زۀ تا د خُدائ پاک د فرښتې په شان وفادار ګڼم. خو هغه نورو بادشاهانو وئيلى دى چې تۀ زمونږ سره جنګ له نۀ شې تلے.</verse>
				<verse number="10">نو داؤده، تاسو ټول چا چې ساؤل پرېښے دے او ما له راغلى يئ، سبا سحر وختى پاڅئ او چې څنګه رڼا شى نو لاړ شئ.“</verse>
				<verse number="11">نو داؤد او د هغۀ سړى په ورپسې ورځ سحر وختى روان شول چې فلستى مُلک ته واپس لاړ شى او فلستيان يزرعيل ته لاړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="30">
				<verse number="1">نو درې ورځې پس داؤد او د هغۀ سړى صِقلاج ته راورسېدل او پته ورته ولګېده چې عماليقيانو د يهوداه جنوبى علاقه نيولې ده او په صِقلاج يې حمله کړې ده. هغوئ ښار سوزولے وو</verse>
				<verse number="2">او ټولې زنانه او ټول ماشومان نيولى وُو، هغوئ څوک وژلى نۀ وُو، خو چې کله تلل نو ټول يې د ځان سره بوتلل.</verse>
				<verse number="3">کله چې داؤد او د هغۀ سړى راورسېدل، نو هغوئ ته پته ولګېده چې ښار سوزولے شوے وو او د هغوئ ښځې، زامن او لوڼه بوتلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="4">داؤد او د هغۀ سړو ژړا شروع کړه او تر هغې پورې يې نۀ بس کوله چې د هغوئ د ژړا زور ختم شو.</verse>
				<verse number="5">د داؤد دوه ښځې، اخينوعم او ابى‌جيل هم بوتلے شوې وې.</verse>
				<verse number="6">داؤد اوس په سخته خطره کښې وو، ځکه چې د هغۀ ټول سړى د خپلو بچو په وجه سخت غصه وُو او هغوئ هغه سنګسارول غوښتل، خو مالِک خُدائ د داؤد خُدائ پاک د هغۀ ايمان مضبوط کړو.</verse>
				<verse number="7">داؤد د اخيمُلک زوئ ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”پېش بند ما له راوړه.“ نو ابياتار ورله پېش بند وروړو.</verse>
				<verse number="8">داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ د هغوئ په فوجيانو پسې لاړ شم څۀ؟ زۀ به هغوئ ته ورورسېږم؟“ نو هغۀ جواب ورکړو، ”ورپسې لاړ شه، تۀ به ورورسېږې او قېديان به ترې نه خلاص کړې.“</verse>
				<verse number="9">نو داؤد او د هغۀ شپږ سوه سړى روان شول او چې هغوئ د بسور ولې ته ورسېدل، نو څۀ هلته پاتې شول.</verse>
				<verse number="10">داؤد د څلورو سوو سړو سره په خپله مخه روان وو، هغه نور دوه سوه سړى ډېر زيات ستړى وُو چې د ولې نه نۀ شُو اوړېدلے نو هغوئ وروستو پاتې شول.</verse>
				<verse number="11">د داؤد سړو په هغه مُلک کښې يو مِصرے زلمے وليدو او داؤد له يې راوستو. هغوئ ورله څۀ خوراک او اوبۀ ورکړې،</verse>
				<verse number="12">څۀ اوچ اينځر او دوه موټى کشمش يې هم ورله ورکړل. کله چې هغۀ خوراک وکړو، نو هغه بيا تکړه شو، د هغۀ سره پوره درې ورځې د خوراک څښاک هيڅ هم نۀ وُو.</verse>
				<verse number="13">داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”ستا نېک څوک دے او تۀ د کوم ځائ يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ د مِصر يم او د يو عماليقى غلام يم. زما نېک زۀ درې ورځې مخکښې د ځان نه شاته پرېښے يم ځکه چې زۀ بيمار وم.</verse>
				<verse number="14">مونږ د يهوداه په جنوبى حِصه کښې د چريتيانو علاقه او د کالب د قبيلې په علاقه باندې حمله کړې وه او صِقلاج مو سوزولے وو.“</verse>
				<verse number="15">داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ به ما د هغه لښکر پورې بوځې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”کۀ تۀ ما سره د خُدائ پاک په نوم وعده وکړې چې تۀ به ما نۀ وژنې او نۀ به مې خپل نېک ته حواله کوې نو زۀ به تا بوځم.“</verse>
				<verse number="16">نو داؤد يې ورله بوتلو. هغه فوجيان په هر ځائ کښې خوارۀ وارۀ وُو، خوراک څښاک يې کولو او د بې‌شمېره مالِ غنيمت خوشحالى يې کوله، چې هغوئ د فلستيانو او يهوداه په مُلک کښې نيولے وو.</verse>
				<verse number="17">په ورپسې ورځ سحر وختى داؤد په هغوئ حمله وکړه او تر ماښامه پورې يې ورسره جنګ وکړو. د څلورو سوو زلمو نه بغېر چې هغوئ په اوښانو سوارۀ او لرې وُو، بل يو کس هم ونۀ تښتېدو.</verse>
				<verse number="18">داؤد سره د خپلو دوو ښځو هغه هر يو کس او هر يو څيز بچ کړو چې عماليقيانو وړى وُو،</verse>
				<verse number="19">يو څيز هم ورک نۀ شو کۀ هغه وړوکے وو يا غټ. داؤد ته د خپلو ټولو سړو زامن او لوڼه واپس مِلاو شول او هغه ټول مالِ غنيمت هم، کوم چې عماليقيانو وړے وو.</verse>
				<verse number="20">هغۀ ټولې ګډې او څاروى واپس واخستل، د هغۀ سړو ټول څاروى د هغوئ په مخکښې روان کړل او هغوئ او وئيل چې، ”دا د داؤد مالِ غنيمت دے.“</verse>
				<verse number="21">نو داؤد هغه دوو سوو سړو له واپس لاړو چې هغوئ ډېر کمزورى شوى وُو او د تلو نۀ وُو او د بسور ولې سره وروستو پاتې وُو. هغوئ د داؤد او د هغۀ سړو سره مِلاوېدو دپاره وړاندې راغلل، داؤد هغوئ له ورَغلو او هغوئ ته يې تود هرکلے ووئيلو.</verse>
				<verse number="22">خو څۀ خرابو او بې‌کاره سړو ووئيل کوم چې د داؤد سره تلى وُو، ”هغوئ مونږ سره لا نۀ ړل، نو مونږ به هغوئ له د مالِ غنيمت نه څۀ نۀ ورکوو. هغوئ دې خپلې ښځې او بچى ځان سره کړى او په خپله مخه دې ځى.“</verse>
				<verse number="23">خو داؤد ورته وفرمائيل، ”زما وروڼو، مالِک خُدائ چې مونږ له څۀ راکړى دى نو په هغې کښې شومتوب مۀ کوئ، هغۀ زمونږ حِفاظت وکړو او په لښکر باندې يې فتح راکړه.</verse>
				<verse number="24">چې تاسو څۀ وايئ نو هغې ته هيڅ څوک هم نۀ راضى کيږى. هر څۀ به داسې تقسيميږى، هر څوک چې وروستو د سامان سره پاتې وى نو هغۀ ته به هم دومره حِصه ملاويږى چې څومره هغه کسان اخلى چې جنګ له تلى وى.“</verse>
				<verse number="25">داؤد دا قانون جوړ کړو او دا تر نن ورځې پورې په بنى اِسرائيلو کښې منلے شى.</verse>
				<verse number="26">کله چې داؤد صِقلاج ته راواپس شو، نو هغۀ خپلو ملګرو له په مالِ غنيمت کښې د دې پېغام سره برخه ولېږله چې هغوئ د يهوداه مشران وُو، ”دا ستاسو دپاره په هغه مالِ غنيمت کښې تُحفه ده چې مونږ د مالِک خُدائ د دشمنانو نه اخستے دے.“</verse>
				<verse number="27">هغۀ دا تُحفه د بيت‌ايل خلقو، د يهوداه په جنوبى حِصه کښې د راما خلقو له او د يتير په ښارونو کښې خلقو له ولېږله،</verse>
				<verse number="28">ورسره د عروعير، سِفموت، استموع،</verse>
				<verse number="29">رَکل، د يرحمئيل او د قينى ښارونو له،</verse>
				<verse number="30">او د حُرمه، د بورعسان، او د عتاک د ښارونو خلقو له،</verse>
				<verse number="31">او د حبرون. هغۀ دا هغه ټولو ځايونو ته ولېږله چرته چې دے او د هغۀ سړى ګرځېدلى وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="31">
				<verse number="1">فلستيانو د جِلبوعه په غرۀ د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ وکړو. د بنى اِسرائيلو فوجيان د فلستيانو نه وتښتېدل او د بنى اِسرائيلو ډېر کسان مړۀ شول.</verse>
				<verse number="2">خو فلستيان ساؤل ته نزدې ورورسېدل او د ساؤل درې زامن يې ووژل، يونتن، ابينداب او مُلکى‌شوَع.</verse>
				<verse number="3">د ساؤل نه ګېرچاپېره جنګ ډېر سخت وو او هغه په خپله د دشمن په غشو باندې لګېدلے وو او سخت زخمى وو.</verse>
				<verse number="4">هغۀ وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه، چې دا ناسنته فلستيان ما په تُوره ونۀ وهى او په عذاب مې نۀ کړى.“ خو هغه زلمے د داسې کولو په وجه سخت يرېدو. نو ساؤل خپله تُوره واخستله او خپل ځان يې پرې وروغورزولو.</verse>
				<verse number="5">هغه زلمى ته پته ولګېده چې ساؤل مړ شو، نو هغۀ خپل ځان په خپله تُوره وروغورزولو او د ساؤل په څنګ کښې مړ شو.</verse>
				<verse number="6">نو داسې ساؤل، د هغۀ درې زامن او هغه زلمے مړ شو، په هغه ورځ باندې د ساؤل ټول سړى مړۀ شول.</verse>
				<verse number="7">کله چې د يزرعيل او د اُردن د سيند نمرخاتۀ بل طرف ته بنى اِسرائيليان خبر شول چې د بنى اِسرائيلو لښکر تښتېدلے دے او ساؤل او د هغۀ زامن وژلے شوى دى، نو هغوئ خپل ښارونه پرېښودل او وتښتېدل. نو فلستيان راغلل او دا ښارونه يې ونيول.</verse>
				<verse number="8">په ورپسې ورځ باندې فلستيان د لاشونو لوټ کولو دپاره لاړل او هغوئ د ساؤل او د هغۀ د درېو زامنو لاشونه وليدل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو.</verse>
				<verse number="9">هغوئ د ساؤل سر پرې کړو او زغره يې ترې نه لرې کړه او ټول فلستيان ته يې پېغام وړُونکى ولېږل چې خپلو بُت‌خانو او د هغوئ خلقو ته دا زېرے ورسوى.</verse>
				<verse number="10">بيا هغوئ د هغۀ وسلې د عستارات په بُت‌خانه واچولې او هغوئ د هغۀ لاش د بيت‌شان ښار په دېوال پورې په مېخونو ټک وهلو.</verse>
				<verse number="11">کله چې په جِلعاد کښې د يبيس خلق خبر شول چې فلستيانو د ساؤل سره څۀ کړى دى،</verse>
				<verse number="12">نو ښۀ بهادر سړى ووتل او ټوله شپه يې بيت‌شان ته مزل وکړو. هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه د ښار دېوال نه راکوز کړل او واپس يې يبيس ته يوړل او هلته يې وسوزول.</verse>
				<verse number="13">بيا هغوئ هډُوکى يوړل او په ښار کښې يې د غز د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې هغوئ روژه ونيوله.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="10">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د ساؤل د مرګ نه پس چې داؤد په عماليقيانو فتح وموندله نو راغلو او دوه ورځې په صِقلاج کښې ايسار شو.</verse>
				<verse number="2">په درېمه ورځ د ساؤل د کېمپ نه يو زلمے راورسېدو. د دې دپاره چې خپل غم څرګند کړى، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې اچولې وې. کله چې هغه داؤد له راغلو نو د عزت نه ټيټ شو او پړمخې په زمکه پرېوتو.</verse>
				<verse number="3">داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ د بنى اِسرائيلو د کېمپ نه راتښتېدلے يم.“</verse>
				<verse number="4">داؤد ورته وفرمائيل، ”ما ته ووايه چې څۀ شوى دى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زمونږ فوجيان د جنګ نه راتښتېدلى دى او زمونږ ډېر سړى وژلے شوى دى. ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن هم وژلے شوى دى.“</verse>
				<verse number="5">داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا ته څۀ پته ده چې ساؤل او يونتن مړۀ شوى دى؟“</verse>
				<verse number="6">هغۀ جواب ورکړو، ”د جِلبوعه په غرۀ باندې داسې وشول او ما وليدل چې ساؤل په خپله نېزه باندې تکيه لګولې وه او د دشمن جنګى ګاډۍ او په آسونو سوارۀ فوجيان ورنزدې کېدل.</verse>
				<verse number="7">بيا هغه راوګرځېدو او زۀ يې وليدم او را وې غوښتم. ما ورته ووئيل چې زۀ حاضر يم.</verse>
				<verse number="8">هغۀ زما نه تپوس وکړو چې تۀ څوک يې، نو ما ورته ووئيل چې زۀ د عماليقى قبيلې يم.</verse>
				<verse number="9">بيا هغۀ ووئيل چې دلته راشه او ما ووژنه. ځکه چې زما ځنکدن دے خو زۀ تر اوسه پورې ژوندے يم.</verse>
				<verse number="10">نو زۀ هغۀ له ورغلم او ومې وژلو، ځکه چې ما ته پته وه چې څنګه وغورزيږى نو هغه به مړ شى. بيا ما د هغۀ د سر نه تاج او د هغۀ د لاس نه بنګړے واخستلو او صاحِبه، تا له مې راوړل.“</verse>
				<verse number="11">داؤد د غم نه خپلې جامې وشلولې او د هغۀ ټولو سړو هم دغه شان وکړل.</verse>
				<verse number="12">هغوئ په غم غمژن شول او تر ماښامه پورې يې د ساؤل، يونتن او بنى اِسرائيلو دپاره روژه ونيوله کوم چې د مالِک خُدائ د لښکر خلق وُو، ځکه چې دا خلق په جنګ کښې مړۀ شوى وُو.</verse>
				<verse number="13">داؤد د هغه زلمى نه تپوس وکړو کوم چې هغۀ له دا خبر راوړے وو چې، ”تۀ د کوم ځائ يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ يو عماليقے مسافر يم، خو زۀ ستا په مُلک کښې اوسېږم.“</verse>
				<verse number="14">داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا دا جرأت څنګه وکړو چې د مالِک خُدائ خوښ کړے شوے بادشاه دې ووژلو؟“</verse>
				<verse number="15">بيا داؤد خپل يو سړے راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”هغه ووژنه.“ نو هغه سړى عماليقے ووهلو او هغه په ټکى مړ شو،</verse>
				<verse number="16">او داؤد هغه عماليقى ته وفرمائيل، ”خُون دې د خپلې غاړې دے. تا په خپله د ځان سره دا بد وکړل چې تا دا خبره وکړه چې تا د مالِک خُدائ خوښ کړے شوے بادشاه ووژلو.“</verse>
				<verse number="17">داؤد د ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن دپاره دا د غم سندره ووئيله،</verse>
				<verse number="18">او حُکم يې وکړو چې دا د يهوداه خلقو ته وښودلے شى. هغۀ په دې باندې د ليندې سندرې نوم کېښودو، دا د ياشر په کِتاب کښې ليکلے شوې ده:</verse>
				<verse number="19">”په غرونو باندې د بنى اِسرائيلو عزتمند خلق مړۀ شوى دى. زمونږ تکړه فوجيان غورزېدلى دى.</verse>
				<verse number="20">په جات کښې دا اِعلان مۀ کوه او د اسقلون په کوڅو کښې هم دا اِعلان مۀ کوه. د فلستيانو ښځې مۀ خوشحالوه، د غېرو قومونو لوڼه مۀ خوشحالوه.</verse>
				<verse number="21">د جِلبوعه په غرونو باندې دې پرخه او باران نۀ وريږى، د دې ځائ پټى دې همېشه شنډ وى. ځکه چې د تکړه کسانو ډالونه هلته په بې‌عزتۍ کښې پراتۀ دى، د ساؤل ډال دې نور د تېلو سره نۀ شى ځلولے.</verse>
				<verse number="22">د يونتن لينده د مرګ وه، د ساؤل تُوره بې‌رحمه وه، طاقتور يې غورزول او دشمن يې وژلو.</verse>
				<verse number="23">ساؤل او يونتن ډېر ښۀ او خواږۀ وُو، په ژوند کښې هم يو ځائ او په مرګ کښې هم يو ځائ، د باز نه تېز وُو او د زمرو نه تکړه وُو.</verse>
				<verse number="24">د بنى اِسرائيل ښځې د ساؤل دپاره د غم ژړا کوى. هغۀ تا ته سرې ښې جامې درواغوستلې او په کالو او سرو زرو يې ښائسته کړې.</verse>
				<verse number="25">تکړه فوجيان غورزېدلى دى، هغوئ په جنګ کښې وژلے شوى دى. يونتن په غرونو کښې مړ پروت دے.</verse>
				<verse number="26">زما وروره يونتنه، زۀ ستا په غم غمژن يم، تۀ په ما باندې څومره ګران وې. ستا مينه زما دپاره څومره ښۀ وه، د ښځو د مينې نه هم ښۀ وه.</verse>
				<verse number="27">تکړه فوجيان غورزېدلى دى، د هغوئ وسلې تباه شوې دى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">د دې نه پس، داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې د يهوداه يو ښار قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، لاړ شه.“ داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”کوم يو قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”حبرون.“</verse>
				<verse number="2">نو داؤد حبرون ته لاړو، خپلې دوه ښځې يې هم د ځان سره بوتلې، اخينوعم چې د يزرعيل وه او ابى‌جيل چې د نابال کونډه وه، چې هغه د کرمل وو.</verse>
				<verse number="3">هغۀ خپل سړى او د هغوئ خاندان هم د ځان سره بوتلل او د حبرون نه ګېرچاپېره په ښارونو کښې دېره شول.</verse>
				<verse number="4">بيا د يهوداه سړى حبرون ته راغلل او داؤد يې د يهوداه د بادشاه په توګه مقرر کړو. کله چې داؤد خبر شو چې په جِلعاد کښې د يبيس خلقو ساؤل ښخ کړے دے،</verse>
				<verse number="5">هغۀ هلته يو څو سړى د دې پېغام سره ولېږل، ”مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى ځکه چې تا خپل بادشاه ته وفادارى ښودلې ده چې هغه دې ښخ کړے دے.</verse>
				<verse number="6">نو مالِک خُدائ دې په تا مِهربانه شى او تا ته دې خپله وفادارى وښائى. تا چې څۀ کړى دى نو د هغې په وجه به زۀ هم تا سره ښۀ سلوک وکړم.</verse>
				<verse number="7">تکړه او بهادر شه. ستاسو بادشاه ساؤل مړ دے او د يهوداه خلقو زۀ د بادشاه په توګه مقرر کړے يم.“</verse>
				<verse number="8">خو د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير د ساؤل د زوئ اشبوست سره تښتېدلے وو او محنايم ته د اُردن نه پورې وتے وو.</verse>
				<verse number="9">هلته ابنير اشبوست د دې علاقو بادشاه جوړ کړو يعنې د جِلعاد، آشر، يزرعيل، اِفرائيم او بنيامين او په حقيقت کښې د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو.</verse>
				<verse number="10">هغه د څلوېښتو کالو وو چې هغه د اِسرائيل بادشاه جوړ شو او دوه کاله يې بادشاهى وکړه. خو د يهوداه قبيلې خلق د داؤد وفادار وُو،</verse>
				<verse number="11">او هغۀ په يهوداه باندې په حبرون کښې اووۀ کاله او شپږ مياشتې بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="12">ابنير او د اشبوست آفسران د محنايم نه د جبعون ښار ته لاړل.</verse>
				<verse number="13">يوآب چې د هغۀ مور ضروياه وه او د داؤد نور آفسران د هغوئ سره د ډنډ سره مِلاو شول، چرته چې هغوئ ټول کښېناستل، يوه ډله د ډنډ په يو طرف او بله ډله د ډنډ په بل طرف ناسته وه.</verse>
				<verse number="14">ابنير يوآب ته ووئيل، ”راځئ چې د دواړو طرفونو نه يو څو زلمى واخلو چې دوئ په خپلو کښې زمونږ په وړاندې لاس په لاس جنګ وکړى.“ يوآب ورته ووئيل، ”بلکل ټيک ده.“</verse>
				<verse number="15">نو دولسو سړو چې کومو د اشبوست او د بنيامين د قبيلې نمائندګى کوله، د داؤد دولسو سړو سره لاس په لاس جنګ وکړو.</verse>
				<verse number="16">هر يو سړى خپل مخالف د سر وېښتو نه ونيولو او په خپل مخالف سړى کښې يې تُوره دننه کړه، نو داسې څليريشت واړه په يو ځائ وغورزېدل او مړۀ شول. نو په جبعون کښې هغه ځائ د ”د تُورو مېدان“ په نوم ياديږى.</verse>
				<verse number="17">بيا سخت جنګ شروع شو او ابنير او بنى اِسرائيلو د داؤد د سړو نه شکست وخوړو.</verse>
				<verse number="18">د ضروياه درې زامن هلته وُو، يوآب، ابيشے او عساهيل. عساهيل د ځنګلى هوسۍ په شان تېزه منډه وهلے شوه،</verse>
				<verse number="19">هغه په ابنير پسې روان شو او سيدها يې په هغۀ پسې منډې وهلې.</verse>
				<verse number="20">ابنير چې په شا وکتل نو وې وئيل، ”عساهيله، دا تۀ يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، دا زۀ يم.“</verse>
				<verse number="21">ابنير ورته ووئيل، ”ما پسې مۀ راځه. په يو بل فوجى پسې منډه کړه او چې د هغۀ سره څۀ وى هغه ترې نه واخله.“ خو عساهيل ورپسې روان وو.</verse>
				<verse number="22">ابنير يو ځل بيا هغۀ ته ووئيل، ”ما پسې مۀ راځه. تۀ ما دې ته ولې مجبوروې چې ودې وژنم؟ زۀ به ستا ورور يوآب ته څنګه مخامخ کېږم؟“</verse>
				<verse number="23">خو عساهيل نۀ منع کېدو، نو ابنير د خپلې نېزې د بېخ سره هغه په خېټه داسې ووهلو چې نېزه د هغۀ نه شاته ووتله. عساهيل په زمکه وغورزېدو او په ټکى مړ شو او چې هر څوک هغه ځائ ته راتلل چې چرته هغه پروت وو نو هلته ايسارېدل او ودرېدل.</verse>
				<verse number="24">خو يوآب او ابيشے په ابنير پسې روان شول او نمرپرېواتو په وخت هغوئ د امه غرۀ ته ورسېدل، کوم چې د جبعون صحرا په لاره د جياح نمرخاتۀ طرف ته دے.</verse>
				<verse number="25">د بنيامين د قبيلې خلق يو ځل بيا د ابنير نه راتاو شول او د يو غرۀ په سر باندې ودرېدل.</verse>
				<verse number="26">ابنير يوآب راوغوښتو او ورته يې ووئيل، ”مونږ به د تل دپاره جنګ کوُو څۀ؟ تا ته پته نۀ لګى څۀ چې د دې اَنجام به ډېر خراب وى؟ مونږ ستاسو اِسرائيلى وروڼه يُو. خو هغه وخت به کله وى چې تۀ خپلو سړو له حُکم ورکړې چې په مونږ پسې نۀ راځى؟“</verse>
				<verse number="27">يوآب ورته ووئيل، ”زۀ په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم، کۀ تا خبرې نۀ وے کړې نو زما سړى به تر سبا سحره پورې په تا پسې درتللے.“</verse>
				<verse number="28">بيا يوآب خپلو سړو ته بيګل د نښې په توګه وغږولو چې هغوئ نور په بنى اِسرائيلو پسې نۀ ځى، نو داسې جنګ بس شو.</verse>
				<verse number="29">ابنير او د هغۀ سړو په هغه ټوله شپه د اُردن په مېدان کښې مزل وکړو، هغوئ د اُردن سيند نه پورې وتل او په ورپسې ټول سحر مزل کولو نه پس، هغوئ واپس محنايم ته ورسېدل.</verse>
				<verse number="30">کله چې يوآب په هغوئ پسې نور نۀ تلو، هغۀ خپل ټول سړى راغونډ کړل او پته ورته ولګېده چې د عساهيل نه علاوه، نولس کسان غېب وُو.</verse>
				<verse number="31">خو د داؤد سړو د بنيامين قبيلې د ابنير درې سوه شپېتۀ سړى وژلى وُو.</verse>
				<verse number="32">يوآب او د هغۀ سړو د عساهيل لاش واخستلو او په بيت‌لحم کښې د خپل خاندان په قبر کښې يې ښخ کړو. بيا هغوئ ټوله شپه مزل وکړو او سحر وختى حبرون ته واپس ورسېدل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">کومو فوجيانو چې د ساؤل د خاندان ملګرتيا کوله او چا چې د داؤد ملګرتيا کوله د هغوئ په مينځ کښې تر ډېرې مودې پورې جنګ جارى وو. داؤد چې څومره زيات تکړه کېدو نو مخالفين يې دومره کمزورى کېدل.</verse>
				<verse number="2">په حبرون کښې د داؤد دا زامن پېدا شول: د هغۀ مشر زوئ امنون وو، چې د هغۀ مور د يزرعيل اخينوعم وه،</verse>
				<verse number="3">د هغۀ دوېم زوئ کِلياب وو، د هغۀ مور ابى‌جيل د کرمل د نابال کونډه وه، درېم زوئ يې ابى‌سلوم وو، د هغۀ مور معکه د جسور بادشاه تلمى لور وه،</verse>
				<verse number="4">څلورم ادونياه وو چې د هغۀ مور حجيت وه، پينځم سفطياه وو، چې د هغۀ مور ابيطال وه،</verse>
				<verse number="5">شپږم زوئ يې اِترعام وو چې د هغۀ مور عِجلاه وه. د هغۀ دا ټول زامن په حبرون کښې پېدا شوى وُو.</verse>
				<verse number="6">کله چې د داؤد د فوجيانو او د هغه فوجيانو په مينځ کښې جنګ جارى وو کومو چې د ساؤل د خاندان ملګرتيا کوله، نو ابنير د ساؤل ملګرو کښې نور هم زيات تکړه کېدو.</verse>
				<verse number="7">يوه ورځ د ساؤل زوئ اشبوست په ابنير اِلزام ولګولو چې تۀ د ساؤل د وينځې د آيه د لور رِصفخ سره څملې.</verse>
				<verse number="8">په دې باندې ابنير سخت غصه شو. هغۀ ووئيل، ”ستا خيال دا دے څۀ چې زۀ به د ساؤل سره بې‌وفائى وکړم؟ ستا خيال دا دے چې زۀ د يهوداه سپے يم؟ زۀ د شروع نه ستا د پلار ساؤل، د هغۀ وروڼو او د هغۀ د دوستانو وفادار يم او ما تۀ د داؤد د شکست نه بچ کړے يې، خو نن تۀ په ما کښې د يوې ښځې په حقله غلطى لټوې.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ د داؤد سره لوظ وکړو چې هغه به د ساؤل او د هغۀ د اولاد نه بادشاهى واخلى او داؤد به د بنى اِسرائيلو او د يهوداه دواړو قبيلو بادشاه جوړ کړى، هغه به د مُلک د يو سر نه تر بل سر پورې بادشاه وى. نو مالِک خُدائ دې ما ووهى کۀ ما دا خبره رښتيا نۀ کړه.“</verse>
				<verse number="10"></verse>
				<verse number="11">اشبوست د ابنير نه سخت يرېدو او يوه خبره يې هم نۀ شوه کولے.</verse>
				<verse number="12">ابنير داؤد له پېغام وړُونکى ورولېږل، چې هغه په هغه وخت کښې په حبرون کښې وو، چې داسې ورته ووائى، ”په دې مُلک به څوک بادشاهى کوى؟ زما سره يو تړون وکړه او زۀ به ستا مدد وکړم چې ټول بنى اِسرائيليان په بادشاه جوړېدو کښې ستا ملګرتيا وکړى.“</verse>
				<verse number="13">داؤد ورته وفرمائيل، ”ټيک ده. زۀ به تا سره په يو شرط باندې تړون وکړم. کله چې تۀ ما سره مِلاوېدو له راځې نو تۀ به ما له خامخا د ساؤل لور ميکل راولې.“</verse>
				<verse number="14">او داؤد اشبوست له هم پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”ما له خپله ښځه ميکل واپس راکړه. ما د هغې د ودېدو دپاره سل فلستيان وژلى دى.“</verse>
				<verse number="15">نو اشبوست هغه د خپل خاوند د ليس زوئ فلطى‌ايل نه بوتله.</verse>
				<verse number="16">فلطى‌ايل په هغې پسې د بحوريم ښار پورې روان وو او ژړل يې. خو چې کله ورته ابنير ووئيل چې، ”واپس کور ته لاړ شه،“ نو هغه لاړو.</verse>
				<verse number="17">ابنير د بنى اِسرائيلو مشرانو له لاړو او ورته يې ووئيل، ”د ډېر وخت نه تاسو غوښتل چې داؤد ستاسو بادشاه شى.</verse>
				<verse number="18">نو اوس تاسو سره دا موقع شته. ياد ساتئ چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، زۀ به د خپل خِدمت کوونکى داؤد نه کار واخلم چې زما خلق بنى اِسرائيليان د فلستيانو نه او د هغوئ د ټولو دشمنانو نه بچ کړى.“</verse>
				<verse number="19">ابنير د بنيامين قبيلې خلقو ته هم ووئيل او بيا حبرون ته لاړو چې داؤد ته ووائى چې د بنيامين قبيله او بنى اِسرائيل داسې کولو ته راضى شوى دى.</verse>
				<verse number="20">کله چې ابنير په حبرون کښې داؤد له د شلو سړو سره راغلو، نو داؤد هغوئ له يوه مېلمستيا وکړه.</verse>
				<verse number="21">ابنير داؤد ته ووئيل، ”ما پرېږده چې اوس زۀ لاړ شم او ټول بنى اِسرائيليان زما نېک يعنې بادشاه له راغونډ کړم چې تا سره تړون وکړى. هغوئ به تا بادشاه ومنى، نو بيا به تا ته هغه څۀ مِلاو شى چې تا څۀ غوښتل او په ټول مُلک به بادشاهى کوې.“ نو داؤد ابنير پرېښودو او هغه په خېر سره لاړو.</verse>
				<verse number="22">وروستو يوآب او د داؤد نور آفسران د يو حملې کولو نه راغلل او د ځان سره يې ښۀ ډېر مالِ غنيمت راوړو. ابنير د داؤد سره هلته په حبرون کښې نۀ وو، ځکه چې داؤد هغه په خېر سره لېږلے وو.</verse>
				<verse number="23">کله چې يوآب او د هغۀ سړى راورسېدل، نو هغه خبر شو چې ابنير داؤد بادشاه له راغلے وو او په خېر سره لېږلے شوے وو.</verse>
				<verse number="24">نو يوآب بادشاه له لاړو او هغۀ ته يې ووئيل، ”دا تا څۀ کړى دى؟ ابنير تا له راغلے وو، نو تا هغه داسې ولې پرېښودو؟</verse>
				<verse number="25">هغه دلته ستا دوکه کولو دپاره راغلے وو او چې دا پته ولګوى چې تۀ څۀ څۀ کوې او چرته ځې. په حقيقت کښې تا ته دا پته ده.“</verse>
				<verse number="26">د داؤد د تلو نه پس، يوآب پېغام وړُونکى ولېږل چې ابنير راولى او هغوئ هغه د سيره د کوهى نه راوستلو، خو داؤد د دې نه بېخى خبر نۀ وو.</verse>
				<verse number="27">کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو.</verse>
				<verse number="28">کله چې داؤد دا خبر واورېدو، نو هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ته زما او زما د خلقو پته ده چې د ابنير د ووژلو په وجه بېخى بې‌ګناه يُو.</verse>
				<verse number="29">د دې سزا دې په يوآب او د هغۀ په مکمل خاندان راشى. د هغۀ د خاندان په هر نسل کښې دې داسې سړى وى چې د هغوئ د ذکر نه منى ځى يا جذامى وى يا ښځونک، يا په جنګ کښې مړۀ شى يا د هغوئ سره د خوراک کمے وى.“</verse>
				<verse number="30">نو داسې يوآب او د هغۀ ورور ابيشى د ابنير نه بدل واخستلو ځکه چې هغۀ د جبعون په جنګ کښې عساهيل د هغوئ ورور وژلے وو.</verse>
				<verse number="31">بيا داؤد يوآب او د هغۀ سړو له حُکم ورکړو چې خپلې جامې وشلوئ، د ټاټ جامې واغوندئ او په ابنير ماتم وکړئ. او د جنازې سره داؤد بادشاه په خپله د تابوت نه وروستو روان وو.</verse>
				<verse number="32">ابنير په حبرون کښې ښخ شو او بادشاه په چغو چغو د قبر سره وژړل او ټولو خلقو هم وژړل.</verse>
				<verse number="33">داؤد د ابنير دپاره دا د غم سندره ووئيله، ”ابنير دې د يو کم عقل په شان ولې مړ شى؟</verse>
				<verse number="34">ستا لاسونه نۀ وُو تړلى، او ستا پښې نۀ وې تړلې، تۀ داسې مړ شو لکه چې چا مجرم وژلے وى.“ او خلقو د هغۀ دپاره بيا وژړل.</verse>
				<verse number="35">ټوله ورځ خلقو کوشش کولو چې په داؤد باندې څۀ وخورى، خو هغۀ پوخ لوظ وکړو، ”خُدائ پاک دې ما هلاک کړى چې د ورځې د ختمېدو نه مخکښې زۀ څۀ وخورم.“</verse>
				<verse number="36">نو خلقو ته پته ولګېده او خوشحاله شول. په حقيقت کښې بادشاه چې څۀ هم کول نو خلق ترې نه خوشحالېدل.</verse>
				<verse number="37">د داؤد او د بنى اِسرائيل ټولو خلقو ته دا پته ولګېده چې بادشاه د ابنير په وژلو کښې هيڅ برخه نۀ ده اخستې.</verse>
				<verse number="38">بادشاه خپلو درباريانو ته ووئيل، ”تاسو ته پته نۀ لګى چې نن په بنى اِسرائيلو کښې يو لوئ مشر مړ شوے دے؟</verse>
				<verse number="39">اګر چې زۀ بيا هم هغه بادشاه يم چې خُدائ پاک خوښ کړے يم، نن زۀ خپل ځان کمزورے ګڼم او د ضروياه دا زامن قابو کولے نۀ شم. مالِک خُدائ دې، دې مجرمانو له سزا ورکړى لکه چې څنګه دوئ د سزا حقدار دى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">کله چې د ساؤل زوئ اشبوست دا واورېدل چې ابنير په حبرون کښې قتل شوے دے، نو هغۀ خپله حوصله بائيله او ټول بنى اِسرائيليان ويرېدل.</verse>
				<verse number="2">د اشبوست دوه آفسران وُو کوم چې د لښکرو مشران وُو، د هغوئ نومونه بعنه او ريکاب وُو، هغوئ د رِمون زامن وُو چې هغه د بنيامين د قبيلې د بيروت نه وو. بيروت د بنيامين حِصه ګڼلے شى.</verse>
				<verse number="3">د دې اصلى اوسېدونکى جيتم ته تښتېدلى وُو چرته چې هغوئ تر نن ورځې پورې د مسافرو په شان اوسيږى.</verse>
				<verse number="4">د ساؤل بل اولاد د يونتن زوئ مفيبوست په پښو شل وو، هغه د پينځو کالو وو چې ساؤل او يونتن قتل شو. کله چې د يزرعيل ښار نه د هغوئ د مرګ خبر راورسېدو، نو د هغۀ دايڼې هغه واخستلو او وتښتېدله، خو هغه دومره په تېزۍ کښې وه چې هغه يې وغورزولو او هغه شل شو.</verse>
				<verse number="5">ريکاب او بعنه د اشبوست کور ته روان شول او په سره غرمه کښې هلته ورسېدل، هغۀ په دې وخت د غرمې آرام کولو.</verse>
				<verse number="6">کله چې هغه څوکيدارې ښځې غنم صفا کول نو هغه خوبَولې شوه او اوده شوه، نو ريکاب او بعنه پټ دننه لاړل.</verse>
				<verse number="7">هغوئ سمدستى د اشبوست کوټې ته دننه لاړل، هلته هغه په خپل کټ کښې ملاست وو او هغوئ ووژلو. بيا هغوئ د هغۀ سر پرې کړو، د ځان سره يې يوړو او په هغه ټوله شپه يې د اُردن په وادۍ کښې مزل وکړو.</verse>
				<verse number="8">هغوئ د هغۀ سر په حبرون کښې داؤد بادشاه ته پېش کړو او ورته يې ووئيل، ”ستا د دشمن د ساؤل زوئ اشبوست سر دا دے، چا چې ستا د وژلو کوشش کړے وو. بادشاه سلامت، نن مالِک خُدائ تۀ پرېښے يې چې د ساؤل او د هغۀ د اولاد نه بدل واخلې.“</verse>
				<verse number="9">داؤد هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، چې هغۀ زۀ د ټولو خطرو نه بچ کړے يم.</verse>
				<verse number="10">کوم پېغام وړونکے چې په صِقلاج کښې ما له راغلو او د ساؤل د مرګ نه يې خبر کړم د هغۀ خيال دا وو چې ګنې هغۀ يو زېرے راوړے دے خو هغه ما ونيولو او ومې وژلو. هغۀ له ما په زېرى کښې داسې اِنعام ورکړو.</verse>
				<verse number="11">تاسو بدعمله سړو د هغۀ نه هم زيات بد عمل کړے دے چې د هغۀ په خپل کور کښې يو بې‌ګناه سړے مو په اودو وژلے دے. اوس به زۀ ستاسو نه د هغۀ د وژلو بدله واخلم او زۀ به تاسو د زمکې د مخ نه لرې کړم.“</verse>
				<verse number="12">نو داؤد حُکم وکړو او د هغۀ فوجيانو ريکاب او بعنه ووژل او د هغوئ لاسونه او پښې يې پرې کړې، هغوئ دا په حبرون کښې د تالاب سره نزدې راځوړند کړل. هغوئ د اشبوست سر واخستلو او هلته په حبرون کښې يې د ابنير په قبر کښې ښخ کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">بيا په حبرون کښې د بنى اِسرائيل ټولې قبيلې داؤد ته راغلې او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ ستا خپله وينه يُو.</verse>
				<verse number="2">په تېره زمانه کښې، ترڅو چې ساؤل زمونږ بادشاه وو نو تا په جنګ کښې د بنى اِسرائيلو مشرى کوله او مالِک خُدائ تا ته وفرمائيل چې تۀ به د هغۀ د خلقو مشرى کوې او د هغوئ بادشاه به يې.“</verse>
				<verse number="3">نو د بنى اِسرائيل ټول مشران په حبرون کښې داؤد بادشاه له راغلل. داؤد د هغوئ سره لوظ وکړو، هغوئ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړو، نو هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو.</verse>
				<verse number="4">داؤد د دېرشو کالو وو چې هغه بادشاه شو او هغۀ څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="5">هغۀ په حبرون کښې په يهوداه باندې اووۀ نيم کاله بادشاهى وکړه او په يروشلم کښې يې په ټول اِسرائيل او يهوداه باندې درې دېرش کاله بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="6">هغه وخت راغلو چې داؤد بادشاه او د هغۀ سړى په يروشلم باندې حملې کولو دپاره روان شول. کوم يبوسيان چې هلته اوسېدل د هغوئ خيال دا وو چې داؤد به ښار فتح نۀ کړى، نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”تۀ به هيڅکله دننه نۀ شې راتلے، ړاندۀ او شل دې هم بهر ايسارولے شى.“</verse>
				<verse number="7">خو داؤد د هغوئ د صيون قلعه قبضه کړه او دا ”د داؤد ښار“ په نوم مشهوره شوه.</verse>
				<verse number="8">په هغه ورځ داؤد خپلو سړو ته ووئيل، ”دلته داسې څوک شته چې هغه د يبوسيانو سره زما هومره نفرت لرى؟ دومره زيات چې هغوئ ووژنى؟ نو د اوبو په سورنګ کښې لاړ شئ او په هغه غريبو، شلو او ړندو باندې حمله وکړئ.“ نو داسې دا يو متل جوړ شو، ”شل او ړاندۀ د مالِک خُدائ کور ته نۀ شى ننوتلے.“</verse>
				<verse number="9">د هغه قلعې قبضه کولو نه پس، داؤد په دې کښې اوسېدو او ”د داؤد ښار“ نوم يې پرې کېښودو. هغۀ د دې نه ګېرچاپېره ښار جوړ کړو، د هغه ځائ نه يې شروع وکړه چرته چې د غرۀ نمرخاتۀ طرف ته زمکه په خاورو باندې ډکه شوې وه.</verse>
				<verse number="10">هغه وخت په وخت نور هم تکړه کېدو، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغۀ مل وو.</verse>
				<verse number="11">د صور بادشاه حيرام داؤد ته يو کاروبارى ډله ولېږله، هغۀ له يې د ترکاڼانو سره د نختر لرګى او د کاڼو ګِلکاران ورکړل چې يو محل جوړ کړى.</verse>
				<verse number="12">نو داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ دے د بنى اِسرائيلو بادشاه مقرر کړے دے او د خپلو خلقو د خاطره يې خپله بادشاهى بختوره کوله.</verse>
				<verse number="13">د حبرون نه يروشلم ته تلو نه پس، داؤد نورې وينځې او ښځې وکړې او نور زامن او لوڼه يې پېدا شول.</verse>
				<verse number="14">د هغۀ دا بچى په يروشلم کښې پېدا شوى وُو يعنې، سموع، سوباب، ناتن، سليمان،</verse>
				<verse number="15">اِبحار، اليسوع، نفج، يفيع،</verse>
				<verse number="16">اليسمع، اليدع او اليفلط.</verse>
				<verse number="17">کله چې فلستيان خبر شول چې داؤد د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ شوے دے، نو د هغوئ ټول لښکر روان شو چې داؤد ونيسى. کله چې داؤد د دې نه خبر شو نو هغه لاندې د پَخو دېوالونو ځائ ته لاړو.</verse>
				<verse number="18">فلستيان د رفائيم وادۍ ته راروسېدل او دا يې قبضه کړو.</verse>
				<verse number="19">داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ په فلستيانو حمله وکړم څۀ؟ تۀ به ما له فتح راکړې څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، حمله پرې وکړه، زۀ به تا له فتح درکړم.“</verse>
				<verse number="20">نو داؤد بعل‌پراضيم ته لاړو او هلته يې فلستيانو له شکست ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زما د دشمنانو نه د سېلاب په شان ناڅاپه تېر شوے دے.“ نو د هغه ځائ نوم بعل‌پراضيم شو.</verse>
				<verse number="21">کله چې فلستيان وتښتېدل، نو هغوئ خپل بُتان شا ته پرېښودل او داؤد او د هغۀ سړو دا يوړل.</verse>
				<verse number="22">فلستيان واپس د رفائيم وادۍ ته لاړل او دا يې بيا قبضه کړو.</verse>
				<verse number="23">داؤد يو ځل بيا د مالِک خُدائ سره مشوره وکړه او هغۀ ورته وفرمائيل، ”په هغوئ د دې ځائ نه حمله مۀ کوه، خو د بل طرف نه ورباندې راتاو شه او حمله پرې وکړه، چرته چې د تُوت ونې دى.</verse>
				<verse number="24">کله چې تۀ د تُوت د ونو په سرونو د تګ آواز واورې، نو بيا حمله وکړه، زۀ به ستاسو نه مخکښې روان يم د دې دپاره چې د فلستيانو لښکر له شکست ورکړم.“</verse>
				<verse number="25">داؤد هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو او فلستيان يې د جبعې نه تر جزر پورې قتل کړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">داؤد يو ځل بيا د بنى اِسرائيلو ښۀ فوجيان راغونډ کړل چې ټول دېرش زره سړى وُو،</verse>
				<verse number="2">او هغوئ يې په يهوداه کښې بعله ته بوتلل، چې د هغه ځائ نه د خُدائ پاک د لوظ صندوق راوړى چې دا صندوق د ربُ الافواج په نوم ياديږى، چې هغه د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="3">هغوئ دا په غرۀ باندې د ابينداب د کور نه واخستو او په يوه نوې ګاډۍ باندې يې کېښودو. د ابينداب زامنو عُزه او اخيو ګاډۍ روانه کړې وه،</verse>
				<verse number="4">اخيو ورسره مخکښې روان وو.</verse>
				<verse number="5">داؤد او ټول بنى اِسرائيليان ګډېدل او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره يې حمد‌و‌ثناء وئيله. هغوئ بينجو، رباب، تمبل، چمټې او د ساز لوښى غږول.</verse>
				<verse number="6">کله چې هغوئ د نکون درمند ته راغلل، نو غوَيى په غورزېدو شو او عُزه وروړاندې شو او د لوظ صندوق يې قابو کړو.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ، خُدائ پاک سمدستى عُزه ته په قهر شو او وې وژلو ځکه چې هغۀ په بې‌ادبۍ سره د لوظ صندوق له لاس وروړے وو. عُزه د لوظ صندوق په خوا کښې مړ شو،</verse>
				<verse number="8">نو تر ننه پورې د هغه ځائ نوم فارص‌عُزه دے. داؤد سخت خفه وو ځکه چې مالِک خُدائ په غصه کښې عُزه له سزا ورکړې وه.</verse>
				<verse number="9">داؤد د مالِک خُدائ نه ويرېدو او وې فرمائيل، ”زۀ اوس د لوظ صندوق ځان سره واپس څنګه يوسم؟“</verse>
				<verse number="10">نو هغۀ دا فېصله وکړه چې هغه به دا د ځان سره يروشلم ته نۀ وړى، نو هغه د لارې نه واوړېدو او صندوق يې د عوبيد ادوم کور ته يوړو، چې هغه د جات د ښار وو.</verse>
				<verse number="11">هغه درې مياشتې هلته پروت وو او مالِک خُدائ عوبيد ادوم او د هغۀ خاندان له برکت ورکړو.</verse>
				<verse number="12">داؤد بادشاه خبر شو چې مالِک خُدائ د لوظ صندوق په وجه د عوبيد ادوم خاندان او د هغۀ هر څۀ له برکت ورکړے دے، نو هغۀ د عوبيد ادوم د کور نه د لوظ صندوق واخستلو چې د يو لوئ جشن سره يې يروشلم ته يوسى.</verse>
				<verse number="13">کومو سړو چې د لوظ صندوق وړلو هغه يو شپږ قدمه تلى وُو، داؤد هغوئ ودرول او په دې دوران کښې هغۀ مالِک خُدائ ته د يو غوَيى او د يو څورب سخى قربانى پېش کړه.</verse>
				<verse number="14">داؤد صِرف د لټې يو پېش بند اغوستے وو او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره ګډېدو.</verse>
				<verse number="15">نو هغۀ او ټولو بنى اِسرائيلو د چغو او د بيګل د آوازونو سره د لوظ صندوق يروشلم ته يوړو.</verse>
				<verse number="16">کله چې د لوظ صندوق ښار ته راروان وو، نو د ساؤل لور ميکل د کړکۍ نه بهر وکتل او وې ليدل چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په وړاندې ګډيږى او ټوپونه وهى، نو هغې ته هغه سپک ښکاره شو.</verse>
				<verse number="17">هغوئ د مالِک خُدائ صندوق راوړو او په خېمه کښې يې په خپل ځائ باندې کېښودو چې داؤد ورله جوړ کړے وو. بيا هغۀ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې.</verse>
				<verse number="18">کله چې هغۀ قربانۍ پېش کول ختم کړل نو هغۀ د ربُ الافواج په نوم باندې خلقو له برکت ورکړو</verse>
				<verse number="19">او په ټولو باندې يې خوراک تقسيم کړو. هغۀ د بنى اِسرائيلو هر يو سړى او ښځې له يوه يوه غټه ډوډۍ، څۀ کجورې او څۀ کشمش ورکړل. بيا هر يو کس کور ته لاړو.</verse>
				<verse number="20">کله چې داؤد خپل کور ته لاړو چې خپل خاندان له مبارکى ورکړى، نو ميکل مِلاوېدو دپاره ورله راووتله. هغې ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو بادشاه خو نن د ځان ښۀ درناوے کړے دے. هغۀ د خپلو درباريانو د وينځو په مخکښې د ليونى په شان خپل ځان بې‌پردې کړے دے.“</verse>
				<verse number="21">داؤد ورته وفرمائيل، ”زۀ د مالِک خُدائ په مخکښې ګډېږم، چې هغۀ ستا د پلار او د هغۀ د خاندان په ځائ زۀ خوښ کړم او د خپلو بنى اِسرائيلو مشر يې جوړ کړم. نو ځکه زۀ به د مالِک خُدائ د درناوى دپاره ګډېږم،</verse>
				<verse number="22">او زۀ به خپل ځان نور هم سپکوم. ستا خيال به دا وى چې زۀ هيڅ هم نۀ يم، خو د دې وينځو په خيال کښې به زۀ دروند يم.“</verse>
				<verse number="23">نو د ساؤل د لور ميکل، تر مرګه پورې بچى نۀ وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">داؤد بادشاه په سکون سره خپل محل کښې اوسېدو او مالِک خُدائ هغه د خپلو ټولو دشمنانو نه بې‌غمه کړے وو.</verse>
				<verse number="2">يوه ورځ داؤد بادشاه ناتن پېغمبر ته وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې کور کښې اوسېږم چې د دِيار د ونې نه جوړ دے، خو د خُدائ پاک د لوظ صندوق په يوه خېمه کښې پروت دے.“</verse>
				<verse number="3">ناتن ورته وفرمائيل، ”چې څۀ دې په زړۀ کښې وى نو هم هغه شان وکړه، ځکه چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“</verse>
				<verse number="4">خو په هغه شپه د مالِک خُدائ کلام په ناتن نازل شو،</verse>
				<verse number="5">”لاړ شه او زما خِدمت کوونکى داؤد ته ووايه چې زۀ داسې وايم چې تۀ هغه څوک نۀ يې چې زما دپاره د اوسېدو دپاره کور جوړ کړې.</verse>
				<verse number="6">د هغه وخت نه واخله چې ما بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل تر اوسه پورې زۀ کله هم په يو کور کښې نۀ يم اوسېدلے، ما د هغوئ سره سفر کولو او په يوه خېمه کښې اوسېدم.</verse>
				<verse number="7">د بنى اِسرائيلو سره په ټول سفر کښې ما د هغوئ مشرانو کښې يو ته هم نۀ دى وئيلى چې زما دپاره تاسو د دِيار کور ولې نۀ دے جوړ کړے.</verse>
				<verse number="8">نو زما خِدمت کوونکى داؤد ته ووايه چې زۀ ربُ الافواج هغۀ ته وايم چې ما تۀ په پټو کښې د ګډو شپونتوب نه بوتلې او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه مې جوړ کړې.</verse>
				<verse number="9">تۀ چې چرته هم تلې نو زۀ ستا مل وم او چې تۀ مخ په وړاندې تلې نو ما ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکولو. زۀ به ستا نوم د دُنيا د لويو مشرانو په شان مشهور کړم.</verse>
				<verse number="10">ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره يو ځائ خوښ کړے دے او ما هغوئ هلته آباد کړى دى، چې هلته به نور هغوئ بغېر د څۀ تکليف نه ژوند تېروى. د کوم وخت نه چې هغوئ دې مُلک ته ننوتلى دى، نو خراب خلق په هغوئ باندې حملې کوى، خو داسې به بيا نۀ کيږى. زۀ تا سره وعده کوم چې تا به د خپلو ټولو دشمنانو نه بچ کوم او تا له به اولاد درکړم.</verse>
				<verse number="11"></verse>
				<verse number="12">کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ په اديره کښې ښخ شې، نو زۀ به ستا يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به قائمه کړم.</verse>
				<verse number="13">نو هغه به زما د نوم دپاره کور جوړ کړى او د هغۀ بادشاهى به د همېشه دپاره قائمه کړم.</verse>
				<verse number="14">زۀ به د هغۀ د پلار په شان يم او هغه به زما د زوئ په شان وى. کله چې هغه غلطى وکړى نو زۀ به هغۀ له د يو انسانى پلار په شان په چُوکه سزا ورکوم.</verse>
				<verse number="15">خو زۀ به د هغۀ نه خپله نۀ ختمېدونکې مينه نۀ لرې کوم لکه څنګه چې ما د ساؤل نه لرې کړه، هغه مې د دې دپاره اخوا کړو چې تۀ بادشاه شې.</verse>
				<verse number="16">تۀ به همېشه اولاد لرې او زۀ به ستا بادشاهى تل دپاره قائمه ساتم. ستا بادشاهت به هيڅکله نه ختميږى.“</verse>
				<verse number="17">ناتن داؤد ته هغه ټولې خبرې وکړې چې خُدائ پاک په هغۀ نازلې کړې وې.</verse>
				<verse number="18">بيا داؤد د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته دننه لاړو، کښېناستو او دُعا يې وکړه، ”مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، زۀ او زما خاندان د دې لائق نۀ يُو، څۀ چې تا زمونږ دپاره کړى دى.</verse>
				<verse number="19">مالِکه خُدايه پاکه، او بيا تا د نور څۀ کولو وعده هم کړې ده. مالِکه خُدايه پاکه، تۀ اکثر د خلقو سره هم دغه شان کوې؟</verse>
				<verse number="20">زۀ نور تا ته څۀ ووايم. تۀ ما خپل خِدمت کوونکے پېژنې.</verse>
				<verse number="21">د خپلې وعدې د خاطره او د خپلې مرضۍ په مطابق، تا دا لوئ کار کړے دے او دا دې خپل خِدمت کوونکى ته ښودلے دے.</verse>
				<verse number="22">مالِکه خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، ستا په شان بل هيڅ څوک هم نشته، مونږ ته همېشه دا پته ده چې صِرف تۀ خُدائ پاک يې.</verse>
				<verse number="23">د زمکې په مخ باندې د بنى اِسرائيلو په شان بل يو قوم هم نشته، چې هغوئ تا د غلامۍ نه خلاص کړل د دې دپاره چې هغوئ ستا خپل خلق شى. تا چې د هغوئ دپاره کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى دى د هغې په وجه ستا نوم په دُنيا کښې مشهور او خور شوے دے. چې ستا خلق مخ په وړاندې تلل نو تا نور قومونه او د هغوئ معبودان لرې کړل، هغه خلق کوم چې تا د مِصر نه آزاد کړل د دې دپاره چې ستا خپل خلق شى.</verse>
				<verse number="24">تا بنى اِسرائيليان همېشه دپاره خپل خلق جوړ کړى دى او مالِکه خُدايه، تۀ د هغوئ خُدائ پاک شوې.</verse>
				<verse number="25">نو مالِکه خُدايه پاکه، تۀ خپله وعده پوره کوه، کومه وعده چې تا زما او زما د اولاد په حقله کړې ده او چې تا څۀ فرمائيلى دى هم هغه وکړه.</verse>
				<verse number="26">ستا نوم به لوئ وى او خلق به همېشه وائى چې، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے. او ستا د خِدمت کوونکى داؤد بادشاهت به د همېشه دپاره قائم وى.</verse>
				<verse number="27">ربُ الافواجه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ دا جرأت کوم چې زۀ ستا نه دا سوال وکړم، ځکه چې تا دا هر څۀ په ما، په خپل خِدمت کوونکى نازل کړى دى او تا ما ته فرمائيلى دى چې تۀ به زما د اولاد نه بادشاهان جوړوې.</verse>
				<verse number="28">نو مالِکه خُدايه، هم تۀ خُدائ پاک يې، ستا کلام رښتونے دے او تا زما سره دا زبردسته وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="29">زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ زما اولاد له برکت ورکړه نو چې هغوئ ستا د رحم نه خوند واخلى. مالِکه خُدايه پاکه، تا دا وعده کړې ده او ستا برکت به تل دپاره زما د اولاد په سر وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">څۀ وخت وروستو داؤد بادشاه فلستيانو له شکست ورکړو. نو بنى اِسرائيليان د هغوئ د قبضې نه خلاص شول.</verse>
				<verse number="2">بيا هغۀ موآبيانو له شکست ورکړو. هغۀ قېديان په قطار کښې په زمکه څملول او قبيلې يې جوړې کړې. د هرو درېو ډلو نه به يې دوه قتلولې او يوه به يې ژوندۍ پرېښودله. نو موآبيان د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو.</verse>
				<verse number="3">بيا داؤد د شام د مُلک د ضوباه بادشاه له شکست ورکړو، چې د هغۀ نوم هدد‌عزر وو او دې د رِحوب زوئ وو، دا په هغه وخت کښې وشول چې کله هدد‌عزر د پاسنى فرات سره علاقې بيا نيولو له روان وو.</verse>
				<verse number="4">داؤد د هغۀ اوولس سوه په آسونو سوارۀ سړى او شل زره عام فوجيان ونيول. هغۀ د سلو جنګى ګاډو دپاره ښۀ ډېر آسونه وساتل او باقى نور ټول يې ګوډ کړل.</verse>
				<verse number="5">کله چې د دمشق شاميانو د هدد‌عزر بادشاه مدد دپاره يو لښکر ولېږلو، نو داؤد په هغوئ باندې حمله وکړه او دوويشت زره سړى يې ترې نه ووژل.</verse>
				<verse number="6">بيا هغۀ په هغه علاقه کښې فوجى کېمپونه ولګول او هغوئ د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او محصُول يې ورکولو. مالِک خُدائ په هر ځائ کښې داؤد له فتح ورکوله.</verse>
				<verse number="7">داؤد د هدد‌عزر د آفسرانو د سرو زرو ډالونه قبضه کړل او دا يې يروشلم ته راوړل.</verse>
				<verse number="8">هغۀ د بطاه او بيروتى ښارونو نه په لوئ مِقدار کښې زېړ هم يوړل چې په دې ښارونو باندې هدد‌عزر حکومت کولو.</verse>
				<verse number="9">د حمات بادشاه توعى خبر شو چې داؤد د هدد‌عزر ټول لښکر له شکست ورکړے دے.</verse>
				<verse number="10">نو هغۀ خپل زوئ يورام بادشاه داؤد له ولېږلو او په هدد‌عزر باندې د فتحې مبارکى يې ورکړه، چې د هغۀ خِلاف توعى څو ځلې جنګ کړے وو. يورام داؤد له تُحفې يوړې چې د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو نه جوړې وې.</verse>
				<verse number="11">داؤد بادشاه دا تُحفې وقف کړې چې په عبادت کښې به استعماليږى، په دې کښې هغه سرۀ او سپين زر هم شامل وُو چې د هغه قومونو نه يې اخستى وُو چې کوم يې فتح کړى وُو،</verse>
				<verse number="12">د ادوم، موآب، عمون، فلستيه او عماليق قومونو نه، هم داسې د هغه مالِ غنيمت حِصه هم چې هغۀ د هدد‌عزر نه اخستے وو.</verse>
				<verse number="13">کله چې داؤد د مالګې په وادۍ کښې اتلس زره ادوميانو وژلو نه پس راوګرځېدو نو هغه نور هم مشهور شو.</verse>
				<verse number="14">هغۀ په ټول ادوم کښې فوجى کېمپونه ولګول او د هغه ځائ خلق د هغۀ د اختيار لاندې راغلل. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله.</verse>
				<verse number="15">داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو او هغۀ دا خبره يقينى کړه چې د هغۀ د ټولو خلقو سره همېشه د عدل او اِنصاف سلوک کيږى.</verse>
				<verse number="16">يوآب د لښکر مشر وو چې د هغۀ مور ضروياه وه، د اخيلود زوئ يهوسفط منشى وو،</verse>
				<verse number="17">د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شراياه د عدالت منشى وو،</verse>
				<verse number="18">د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو او د داؤد زامن اِمامان وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">يوه ورځ داؤد تپوس وکړو، ”د ساؤل د خاندان څوک پاتې دى؟ کۀ څوک وى نو د يونتن د خاطره به زۀ پرې مهربان شم.“</verse>
				<verse number="2">د ساؤل د خاندان يو نوکر راوغوښتے شو چې نوم يې ضيبا وو. بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ ضيبا يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ستا خِدمت کوونکے حاضر يم.“</verse>
				<verse number="3">بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”د ساؤل په خاندان کښې داسې څوک پاتې دے څۀ چې هغۀ ته وفادارى او مِهربانى وښايم، لکه څنګه چې ما د خُدائ پاک سره وعده کړې ده؟“ ضيبا جواب ورکړو، ”د يونتن يو زوئ تر اوسه پورې شته او هغه په دواړو پښو ګوډ دے.“</verse>
				<verse number="4">بادشاه تپوس وکړو، ”هغه چرته دے؟“ ضيبا ورته ووئيل، ”هغه په لودبار کښې د عمى‌اېل زوئ مکير په کور کښې دے.“</verse>
				<verse number="5">نو داؤد بادشاه هغه راوغوښتو.</verse>
				<verse number="6">کله چې د ساؤل نمسے او د يونتن زوئ مفيبوست راورسېدو، هغه داؤد ته د عزت نه ټيټ شو. داؤد وفرمائيل، ”مفيبوسته.“ او هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خِدمتګار حاضر يم.“</verse>
				<verse number="7">داؤد جواب ورکړو، ”يرېږه مه، ستا د پلار په وجه زۀ په تا مِهربانه يم. زۀ به تا له هغه ټوله زمکه واپس درکړم کومه چې ستا د نيکۀ ساؤل وه او تا ته به زما په دسترخوان باندې همېشه هرکلے وئيلے شى.“</verse>
				<verse number="8">مفيبوست يو ځل بيا ټيټ شو او وې وئيل، ”صاحِبه، زما نه خو يو مړ سپے هم ښۀ دے، تۀ زما سره ولې دومره ښۀ يې؟“</verse>
				<verse number="9">بيا بادشاه د ساؤل نوکر ضيبا راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د نېک نمسى، مفيبوست له هغه هر څۀ ورکوم چې هغه د ساؤل او د هغۀ د خاندان وُو.</verse>
				<verse number="10">تۀ، ستا زامن او ستا نوکران به د ساؤل د خاندان زمکه کَرى او فصل به يې راوړى چې هغوئ ته خوراک ملاويږى. خو مفيبوست به همېشه زما په دسترخوان باندې مېلمه وى.“ د ضيبا پينځلس زامن او شل نوکران وُو.</verse>
				<verse number="11">ضيبا ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ به هر هغه څۀ کوم چې تۀ يې حُکم کوې.“ مفيبوست د بادشاه په دسترخوان باندې د بادشاه د زوئ په شان خوراک کولو.</verse>
				<verse number="12">د مفيبوست يو زلمے زوئ وو چې نوم يې ميکا وو. د ضيبا د خاندان مکمل کسان د مفيبوست نوکران شول.</verse>
				<verse number="13">نو مفيبوست چې په دواړو پښو شل وو هغه په يروشلم کښې اوسېدو، هغۀ به همېشه د بادشاه په دسترخوان خوراک کولو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">څۀ موده وروستو د عمون بادشاه ناحس مړ شو او د هغۀ زوئ حنون بادشاه شو.</verse>
				<verse number="2">داؤد بادشاه وفرمائيل، ”زۀ به په حنون هغسې مِهربانه شم، لکه چې د هغۀ پلار ناحس په ما مِهربانه وو.“ نو داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغۀ له تسلى ورکړى. کله چې هغوئ عمون ته ورسېدل،</verse>
				<verse number="3">د عمونيانو مشرانو بادشاه ته ووئيل، ”ستا خيال دا دے څۀ چې داؤد ستا د پلار درناوے کوى چې هغۀ دا کسان د همدردۍ دپاره درلېږلى دى؟ بلکل نه، هغۀ دا د جاسوسۍ دپاره رالېږلى دى چې ښار ولټوى او په مونږ باندې فتح حاصله کړى.“</verse>
				<verse number="4">حنون د داؤد پېغام وړُونکى ونيول او يو طرف ته ږيرې يې ورله وخرئيلې، جامې يې ورله وشلولې چې د نوم نه لاندې بربنډ شى او هغوئ يې واپس ولېږل.</verse>
				<verse number="5">هغوئ چې کورونو ته راواپس شول نو ډېر زيات شرمېدل. کله چې داؤد خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ خبر ورولېږلو چې هغوئ دې تر هغې پورې په يريحو کښې ايسار شى چې ږيرې يې بيا راوخېژى.</verse>
				<verse number="6">کله چې عمونيانو ته پته ولګېده چې داؤد يې دشمن شوے دے، نو هغوئ د بيت‌رِحوب او ضوباه نه شل زره شامى فوجيان په پېسو راوستل، د معکه د بادشاه ورسره زر سړى او د طوب ورسره دولس زره سړى وُو.</verse>
				<verse number="7">داؤد د دې نه خبر شو او يوآب يې د ټول لښکر سره د هغوئ خِلاف ولېږلو.</verse>
				<verse number="8">عمونيان روان شول او د ربه په دروازه کښې يې د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل، کوم چې د هغوئ مرکزى ښار وو، خو هغه نورو يعنې شاميانو او د طوب او معکه سړو په مېدان کښې د جنګ تيارے وکړو.</verse>
				<verse number="9">يوآب چې وليدل چې د دشمن لښکر به د مخکښې او شا طرف نه حمله کوى، نو هغۀ ښۀ ښۀ بنى اِسرائيلى فوجيان خوښ کړل او شاميانو ته مخامخ يې په صفونو کښې ودرول.</verse>
				<verse number="10">هغۀ پاتې لښکر د خپل ورور ابيشى د مشرۍ لاندې ودرولو، چا چې هغوئ عمونيانو ته مخامخ په صفونو کښې ودرول.</verse>
				<verse number="11">يوآب هغۀ ته ووئيل، ”کۀ تا ته پته ولګى چې شاميان ما له شکست راکوى، نو زما مدد له راشه او کۀ عمونيان تا له شکست درکوى، نو زۀ به ستا مدد له درشم.</verse>
				<verse number="12">تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه. راځئ چې د خپلو خلقو او د خُدائ پاک د ښارونو دپاره سخت جنګ وکړُو. او مالِک خُدائ به هغه څۀ کوى چې د هغۀ په نظر کښې صحيح وى.“</verse>
				<verse number="13">يوآب او د هغۀ سړى د حملې دپاره رامخکښې شول او شاميان وتښتېدل.</verse>
				<verse number="14">کله چې عمونيانو وليدل چې شاميان تښتى، نو هغوئ د ابيشى نه وتښتېدل او ښار ته راواپس شول. بيا يوآب د عمونيانو نه راواپس شو او يروشلم ته لاړو.</verse>
				<verse number="15">شاميانو ته پته ولګېده چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ خپل ټول لښکر راغونډ کړو.</verse>
				<verse number="16">هدد‌عزر بادشاه شاميان راوغوښتل چې هغوئ د فرات سيند نمرخاتۀ طرف ته وُو او هغوئ حلام ته د سوباب د مشرۍ لاندې راغلل. سوباب د ضوباه د هدد‌عزر بادشاه د لښکر مشر وو.</verse>
				<verse number="17">کله چې داؤد د دې نه خبر شو، نو هغۀ د بنى اِسرائيلو ټول فوجيان راغونډ کړل، د اُردن سيند نه پورې وتل او حلام ته روان شول، هلته شاميانو هغۀ ته مخامخ د جنګ دپاره صفونه جوړ کړى وُو او جنګ شروع شو،</verse>
				<verse number="18">بنى اِسرائيلو شاميانو له بيا شکست ورکړو. داؤد او د هغۀ سړو اووۀ سوه د جنګى ګاډو والا او څلوېښت زره فوجيان ووژل او هغوئ د دشمن مشر سوباب زخمى کړو، چې بيا د جنګ په مېدان کښې مړ شو.</verse>
				<verse number="19">چې د هدد‌عزر اختيار لاندې بادشاهانو ته پته ولګېده چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ ورسره صُلح وکړه او د هغوئ ماتحت شول. او شاميان د عمونيانو سره د نورې ملګرتيا کولو نه يرېدل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">په سپرلى کښې د کال په کوم وخت چې بادشاهان اکثر جنګ له ځى، داؤد يوآب د هغۀ آفسران او د بنى اِسرائيلو لښکر ولېږلو، هغوئ عمونيانو له شکست ورکړو او د ربه ښار يې محاصره کړو. خو داؤد په خپله په يروشلم کښې ايسار شو.</verse>
				<verse number="2">يوه ورځ په ماښامى کښې داؤد د کټ نه پاڅېدو او د محل چت ته وختو. کله چې هغه هلته ګرځېدلو نو هغۀ يوه ښځه وليده چې لامبل يې. هغه ډېره ښائسته وه.</verse>
				<verse number="3">نو هغۀ يو پېغام وړونکے ولېږلو چې معلومه کړى چې هغه څوک وه، نو هغۀ ته ووئيلے شول چې هغه بت‌‌سبع وه، هغه د الى‌عام لور او د حِتى اورِياه ښځه وه.</verse>
				<verse number="4">داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغه راولى، هغه ورله راغله او داؤد ورسره څملاستو. هغه د مياشتنۍ بيمارۍ نه ايله صفا شوې وه. بيا هغه واپس کور ته لاړه.</verse>
				<verse number="5">وروستو هغې ته پته ولګېده چې هغه اُميدواره ده او داؤد له يې پېغام ولېږلو چې خبر شى چې زۀ اُميدواره يم.</verse>
				<verse number="6">بيا داؤد يوآب له دا پېغام ولېږلو، ”اورِياه حِتے ما له راولېږه.“ يوآب هغه داؤد له ولېږلو.</verse>
				<verse number="7">کله چې اورِياه راورسېدو، داؤد ترې نه تپوس وکړو چې، ”يوآب او لښکر څنګه دے او جنګ څنګه روان دے؟“</verse>
				<verse number="8">بيا هغۀ اورِياه ته ووئيل، ”کور ته لاړ شه او لږ آرام وکړه.“ اورِياه لاړو او داؤد د هغۀ کور ته يوه تُحفه ولېږله.</verse>
				<verse number="9">خو اورِياه کور ته لا نۀ ړو، هغه د بادشاه د څوکيدارانو سره د محل د دروازې سره څملاستو.</verse>
				<verse number="10">کله چې داؤد خبر شو چې اورِياه کور ته نۀ دے تلے، نو هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د ډېر وخت غېرحاضرۍ نه اوس راواپس شوے يې، تۀ کور ته ولې لا نۀ ړې؟“</verse>
				<verse number="11">اورِياه ورته ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو او د يهوداه سړى په جنګ کښې دى او د لوظ صندوق د هغوئ سره دے، زما مشر يوآب او د هغۀ آفسرانو په مېدان کښې خېمې لګولې دى. زۀ څنګه کور ته لاړ شم، يا څنګه خوراک څښاک وکړم او د خپلې ښځې سره څملم؟ زۀ ستا په سر قسم خورم چې زۀ به داسې کار هيڅکله ونۀ کړم.“</verse>
				<verse number="12">نو داؤد وفرمائيل، ”نو دا پاتې ورځ دلته ايسار شه او سبا به زۀ تا واپس ولېږم.“ نو اورِياه په هغه او په ورپسې ورځ په يروشلم کښې ايسار شو.</verse>
				<verse number="13">داؤد هغه د ماښام روټۍ له راوغوښتو او نشه يې کړو. خو اورِياه په هغه شپه بيا کور ته لا نۀ ړو، او د محل د څوکيدارانو په کوټه کښې په کټ کښې څملاستو.</verse>
				<verse number="14">په ورپسې سحر داؤد يوآب ته يو خط وليکلو او اورِياه په لاس يې ورولېږلو.</verse>
				<verse number="15">هغۀ وليکل، ”اورِياه په وړومبى صف کښې ودروه، چرته چې جنګ ډېر سخت دے، هغه يواځې پرېږده چې ووژلے شى.“</verse>
				<verse number="16">کله چې يوآب ښار محاصره کولو، نو هغۀ اورِياه يو داسې ځائ ته ولېږلو چې هغۀ ته پته وه چې هلته دشمن تکړه دے.</verse>
				<verse number="17">د دشمن لښکر د ښار نه راووتلو او د يوآب د لښکر سره يې جنګ وکړو، د داؤد يو څو آفسران ووژلے شول او اورِياه هم ووژلے شو.</verse>
				<verse number="18">بيا يوآب داؤد له د جنګ په حقله خبر ورولېږلو،</verse>
				<verse number="19">او هغۀ پېغام وړُونکى ته داسې وفرمائيل، ”کله چې تۀ بادشاه ته د جنګ په حقله هر څۀ ووائې،</verse>
				<verse number="20">نو کېدے شى چې هغه غصه شى او تپوس درنه وکړى چې تاسو د هغوئ سره جنګ دپاره ښار ته دومره نزدې ولې تلى وئ؟ تاسو ته پته نۀ وه څۀ چې هغوئ به مو د دېوالونو نه په غشو وولى؟</verse>
				<verse number="21">تاسو ته ياد نۀ دى څۀ چې د جدعون زوئ ابى‌مَلِک څنګه وژلے شوے وو؟ په تيبض کښې داسې شوى وُو چې يوې ښځې د دېوال نه د ژرندې کاڼے راوغورزولو او هغه يې ووژلو. نو بيا تاسو ولې دومره دېوال ته نزدې شوى وئ؟ کۀ بادشاه ستاسو نه دا تپوس وکړو نو هغۀ ته ووايئ چې ستاسو آفسر اورِياه حِتے هم وژلے شوے دے.“</verse>
				<verse number="22">نو پېغام وړونکے داؤد له لاړو او هغه هر څۀ يې ورته ووئيل چې څۀ يوآب د وئيلو حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="23">هغۀ ووئيل، ”زمونږ دشمنان زمونږ نه تکړه وُو او د ښار نه راووتل چې په مېدان کښې مونږ سره جنګ وکړى، خو مونږ هغوئ د ښار دروازې ته واپس وشړل.</verse>
				<verse number="24">بيا هغوئ د دېوال نه په مونږ باندې غشى راوويشتل او بادشاه سلامت، ستا يو څو آفسران ووژلے شول، ستا آفسر اورِياه حِتے هم ووژلے شو.“</verse>
				<verse number="25">داؤد پېغام وړُونکى ته وفرمائيل، ”د يوآب حوصله افزائى وکړه او ورته ووايه چې خفه نۀ شى، ځکه چې تا ته دا پته نۀ لګى چې څوک به په جنګ کښې مرى. هغۀ ته ووايه چې په ښار باندې يوه مضبوطه حمله وکړى او قبضه يې کړى.“</verse>
				<verse number="26">کله چې بت‌‌سبع خبر شوه چې د هغې خاوند وژلے شوے دے، نو هغې ورپسې ماتم وکړو.</verse>
				<verse number="27">کله چې د ماتم وخت تېر شو، داؤد هغه راوغوښتله چې محل ته راشى، نو هغه يې ښځه شوه او يو زوئ يې ترې نه پېدا شو. خو چې داؤد کوم عمل کړے وو په هغې باندې مالِک خُدائ نارضا وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ناتن پېغمبر داؤد له ولېږلو. ناتن هغۀ له ورَغلو او دا مثال يې ورته بيان کړو، ”دوه سړى وُو چې په يو ښار کښې اوسېدل، يو مالداره او بل غريب وو.</verse>
				<verse number="2">مالداره سره ډېر څاروى او ګډې وې،</verse>
				<verse number="3">خو د غريب سره صِرف يوه ګډورۍ وه، کومه چې هغۀ اخستې وه. هغۀ د دې خيال ساتلو او هغه د هغۀ په کور کښې د هغۀ د ماشومانو سره لويه شوه. هغې له به يې د خپل خوراک نه خوراک ورکولو او په خپل جام کښې به يې څښلو ته پرېښوده او په خپله غېږه کښې به يې نيوله. ګډورۍ د هغۀ دپاره د لور په شان وه.</verse>
				<verse number="4">يوه ورځ يو مسافر د هغه مالداره سړى کور ته راغلو. مالداره سړى نۀ غوښتل چې هغه خپل يو ځناور حلال کړى چې د هغۀ دپاره روټۍ تياره کړى، هغۀ د غريب سړى ګډورۍ واخستله او د خپل مېلمه دپاره يې روټۍ تياره کړه.“</verse>
				<verse number="5">داؤد هغه مالداره سړى ته سخت غصه شو او ورته يې ووئيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې کوم سړى دا کړى وى نو هغه د مرګ لائق دے.</verse>
				<verse number="6">ځکه چې هغۀ داسې بې‌رحمه کار کړے دے، هغه به خامخا د دې په څلور چنده تاوان ورکوى.“</verse>
				<verse number="7">ناتن داؤد ته وفرمائيل، ”تۀ هغه سړے يې. مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ما تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړې او د ساؤل نه مې بچ کړې.</verse>
				<verse number="8">ما تا له د هغۀ بادشاهى او د هغۀ ښځې درکړې دى، ما تۀ په بنى اِسرائيلو او په يهوداه باندې بادشاه جوړ کړې. خو کۀ دا کمه وے نو ما به تا له د دې نه علاوه نور هم درکړے وے.</verse>
				<verse number="9">نو تا د مالِک خُدائ حُکم ته سپک ولې کتلى دى؟ تا دا بد عمل ولې کړے دے؟ تا اورِياه حِتے په جنګ کښې وژلے دے، تا عمونيان پرېښودل چې هغه ووژنى او بيا تا د هغۀ ښځه بوتله.</verse>
				<verse number="10">نو ستا اولاد به همېشه په جنګ جګړو کښې آخته وى ځکه چې تا زما سپکاوے کړے دے چې د اورِياه ښځه دې بوتله.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې زۀ به ستا د خپل خاندان نه څوک د دې سبب وګرځوم چې په تا مصيبت راولى. تۀ به خپلو سترګو ګورې چې زۀ به ستا نه ښځې بوځم او بل سړى له به يې ورکوم، او هغه به په رڼا ورځ ورسره څملى.</verse>
				<verse number="12">تا په پټه ګناه کړې ده، خو زۀ به په رڼا ورځ داسې وکړم چې ټول بنى اِسرائيليان يې وګورى.“</verse>
				<verse number="13">داؤد وفرمائيل، ”ما د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ ناتن ورته وفرمائيل، ”خو مالِک خُدائ تۀ معاف کړے يې، تۀ به نۀ مرې.</verse>
				<verse number="14">خو د دې عمل په وجه تا د مالِک خُدائ لوئ سپکاوے کړے دے، نو په دې وجه به ستا ماشوم مړ شى.“</verse>
				<verse number="15">بيا ناتن کور ته لاړو. د اورِياه د ښځې نه چې د داؤد کوم ماشوم پېدا شوے وو مالِک خُدائ هغه سخت بيمار کړو.</verse>
				<verse number="16">داؤد خُدائ پاک ته د دې دپاره سوال وکړو چې ماشوم ښۀ شى. هغۀ روژه ونيوله او هره شپه به د هغۀ کوټې ته تلو او ټوله شپه به يې په زمکه تېروله.</verse>
				<verse number="17">د هغۀ د دربار آفسران به ورتلل او د هغۀ د پاڅېدو کوشش به يې کولو، خو هغۀ به اِنکار کولو او د هغوئ سره يې هيڅ هم نۀ خوړل.</verse>
				<verse number="18">يوه هفته وروستو هغه ماشوم مړ شو او د داؤد آفسران يرېدل چې د دې نه يې خبر کړے وے. هغوئ ووئيل، ”کوم وخت چې ماشوم ژوندے وو، نو مونږ به چې د داؤد سره خبرې کولې نو هغۀ به جواب نۀ راکولو. نو هغۀ ته مونږ څنګه ووايو چې د هغۀ ماشوم مړ دے؟ کېدے شى چې هغه خپل ځان ته څۀ نقصان ورسوى.“</verse>
				<verse number="19">کله چې داؤد هغوئ وليدل چې هغوئ د يو بل سره پټې خبرې کولې، نو هغۀ ته پته ولګېده چې ماشوم مړ دے. نو هغۀ ورنه تپوس وکړو، ”ماشوم مړ دے څۀ؟“ نو هغوئ جواب ورکړو، ”آو، مړ دے.“</verse>
				<verse number="20">داؤد د زمکې نه پاڅېدو، وې لامبل، تېل يې ولګول او جامې يې بدلې کړې. بيا هغه لاړو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې عبادت وکړو. کله چې هغه محل ته راواپس شو، هغۀ روټۍ راوغوښته. هغوئ روټۍ ورته کېښوده او هغۀ وخوړه.</verse>
				<verse number="21">نو خپلو آفسرانو داؤد ته ووئيل، ”مونږ په دې پوهه نۀ شُو، کله چې ماشوم ژوندے وو، نو تا به په هغۀ پسې ژړل او خوراک به دې نۀ کولو، خو چې څنګه هغه ماشوم مړ شو، نو تۀ پاڅېدې او خوراک دې شروع کړو.“</verse>
				<verse number="22">داؤد جواب ورکړو، ”آو، کوم وخت چې هغه ژوندے وو نو ما روژه نيولې وه او ژړل مې. زما خيال دا وو چې کېدے شى چې مالِک خُدائ به په ما رحم وکړى او ماشوم به نۀ وژنى.</verse>
				<verse number="23">خو اوس هغه مړ دے، نو زۀ ولې روژه ونيسم؟ زۀ ماشوم بيا ژوندے کولے شم څۀ؟ يوه ورځ به زۀ هم هلته ځم چرته چې هغه دے، خو هغه هيڅکله ما له واپس نۀ شى راتلے.“</verse>
				<verse number="24">بيا داؤد خپلې ښځې بت‌‌سبع له تسلى ورکړه. د هغې سره څملاستو او د هغې نه يې يو زوئ پېدا شو. داؤد په هغۀ سليمان نوم کېښودو. مالِک خُدائ د ماشوم سره مينه کوله.</verse>
				<verse number="25">او هغۀ ناتن پېغمبر له حُکم ورکړو چې په ماشوم يديدياه نوم کېږدى، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ سره مينه کوله.</verse>
				<verse number="26">په دې دوران کښې د يوآب جنګ د ربه خِلاف جارى وو، چې د عمون شاهى ښار وو او قبضه کېدو ته نزدې وو.</verse>
				<verse number="27">هغۀ داؤد ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”ما په ربه حمله کړې ده او د دې د اوبو مرکز مې قبضه کړے دے.</verse>
				<verse number="28">اوس خپل پاتې لښکر راغونډ کړه، په ښار حمله وکړه او د خپل ځان دپاره يې ونيسه. زۀ دا نۀ غواړم چې د دې قبضه کول زما په نوم ياديږى.“</verse>
				<verse number="29">نو داؤد خپل لښکر راغونډ کړو، ربه ته لاړو، حمله يې پرې وکړه او فتح يې کړو.</verse>
				<verse number="30">داؤد د هغوئ د بُت مولک د سر نه د سرو زرو تاج واخستو چې تقريباً پينځۀ دېرش کلو وو او يو قيمتى کاڼے هم په کښې وو او دا يې په خپل تاج کښې ولګولو. هغۀ د ښار نه ډېر مالِ غنيمت هم يوړو.</verse>
				<verse number="31">او د دې ځائ د خلقو نه يې په ارو، د اوسپنې په رمبو او د اوسپنې په تبرُونو کار اخستو او دې ته يې مجبور کړل چې خَښتې جوړوى. هغۀ د عمون د نورو ټولو ښارونو په خلقو هم دغه شان کار کولو. بيا هغه او د هغۀ سړى يروشلم ته راواپس شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">د داؤد د زوئ ابى‌سلوم يوه ښائسته ناوادۀ شوې خور وه چې نوم يې تامار وو. د داؤد يو بل زوئ امنون په هغې باندې مئين شو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ ورسره دومره مينه کوله چې هغې پسې بيمار شو، هغې د سړو سره تعلق نۀ ساتلو او د هغۀ خيال نۀ راتلو چې دا پېغله به د هغۀ شى.</verse>
				<verse number="3">خو د هغۀ يو چالاک دوست وو چې نوم يې يوندب وو. دا سړے د داؤد د ورور د سِمعه زوئ وو.</verse>
				<verse number="4">يوندب امنون ته ووئيل، ”تۀ د بادشاه زوئ يې، خو ورځ په ورځ تۀ نور هم زيات پرېشانه ښکارې، دا څۀ وجه ده؟“ هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ د خپل ناسکه ورور ابى‌سلوم په خور تامار باندې مئين يم.“</verse>
				<verse number="5">يوندب ورته ووئيل، ”د ځان نه بيمار جوړ کړه او په کټ کښې څمله. کله چې ستا پلار مِلاوېدو له درشى نو هغۀ ته ووايه چې مِهربانى وکړه زما خور تامار ته ووايه چې راشى او ما له څۀ خوراک راکړى. زۀ غواړم چې هغه دلته زما په مخکښې زما دپاره خوراک تيار کړى او بيا يې ما له په خپل لاس راکړى.“</verse>
				<verse number="6">نو امنون بهانه وکړه چې زۀ بيمار يم او په کټ کښې څملاستو. داؤد بادشاه مِلاوېدو له ورَغلو او امنون ورته ووئيل، ”مِهربانى وکړه تامار پرېږده چې راشى او زما په مخکښې دلته يو څو روټۍ تيارې کړى او بيا يې ما له په خپل لاس راکړى.“</verse>
				<verse number="7">نو داؤد د تامار کور ته خبر ورولېږلو چې، ”د امنون کور ته لاړه شه او د هغۀ دپاره څۀ خوراک تيار کړه.“</verse>
				<verse number="8">هغه هلته لاړه او هغه يې وليدو چې ملاست وو. هغې يو څو پېړې واخستلې، جوړې يې کړې او د هغۀ په مخکښې يې هلته روټۍ پخې کړې.</verse>
				<verse number="9">او د تبخى نه يې لرې کړې چې هغه يې وخورى، خو هغۀ ونۀ خوړې. هغۀ ووئيل، ”هر يو کس بهر کړه.“ نو هغوئ ټول لاړل.</verse>
				<verse number="10">بيا هغۀ ورته ووئيل، ”روټۍ دلته ما له کټ له راوړه او ما له يې په خپل لاس راکړه.“ هغې روټۍ واخستلې او هغۀ له ورغله.</verse>
				<verse number="11">کله چې هغې روټۍ ورله راوړه نو هغۀ راونيوله او ورته يې ووئيل، ”راځه زما خورې، ما سره څمله.“</verse>
				<verse number="12">هغې ورته ووئيل، ”نه زما وروره، داسې بې‌شرمه کار ته ما مۀ مجبوروه، په کار نۀ دى چې داسې بد عمل په بنى اِسرائيلو کښې وشى.</verse>
				<verse number="13">زۀ به بيا په خلقو کښې سر څنګه اوچتوم؟ او تۀ به په بنى اِسرائيلو کښې بېخى بې‌عزته يې. زۀ ستا مِنت کوم چې بادشاه ته ووايه او زما دا يقين دے چې هغه به مې تا له درکړى.“</verse>
				<verse number="14">خو د هغې خبره يې وانۀ ورېده، او ځکه چې هغه د هغې نه تکړه وو نو قابو يې کړه او په زور يې د هغې بې‌عزتى وکړه.</verse>
				<verse number="15">بيا امنون د هغې نه ډېر زيات نفرت شروع کړو، هغۀ د هغې سره د هغې نه هم زيات نفرت کولو چې څومره يې مخکښې مينه ورسره کوله. هغۀ ورته ووئيل، ”پاڅه او ورکه شه.“</verse>
				<verse number="16">هغې ورته ووئيل، ”نه، زۀ نۀ ځم، تۀ چې ما داسې لېږې نو دا د هغې نه هم لوئ جرم دے، څۀ چې تا اوس اوس زما سره وکړل.“ خو امنون د هغې خبرې ته غوږ نۀ نيولو،</verse>
				<verse number="17">هغۀ خپل نوکر راوغوښتو او ورته يې ووئيل، ”دا ښځه زما د نظره لرې کړه. دا بهر وباسه او دروازه ورپسې بنده کړه.“</verse>
				<verse number="18">نوکر هغه بهر کړه او دروازه يې ورپسې بنده کړه. تامار د اوږدو لستُوڼو اوږده چُوغه اغوستې وه، چې په هغه وخت کښې د يوې پېغلې شهزادګۍ دا عام لِباس وو.</verse>
				<verse number="19">هغې په خپل سر ايرې واچولې، چُوغه يې وشلوله او خپل مخ يې په لاسونو پټ کړو. په چغو چغو يې ژړل او روانه وه.</verse>
				<verse number="20">کله چې خپل ورور ابى‌سلوم هغه وليده نو تپوس يې ترې نه وکړو، ”امنون تا سره داسې غلط کار کړے دے څۀ؟ زما خورې، په دې باندې مۀ خفه کېږه. هغه ستا ناسکه ورور دے او د دې په حقله هيچا ته هم مۀ وايه.“ نو تامار د ابى‌سلوم په کور کښې يواځې او خفه اوسېده.</verse>
				<verse number="21">کله چې داؤد بادشاه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغه سخت غصه شو.</verse>
				<verse number="22">او ابى‌سلوم د امنون سره دومره نفرت کولو چې هغۀ سره يې نورې خبرې هم نۀ کولې ځکه چې د هغۀ د خور تامار سره امنون په زور زنا کړې وه.</verse>
				<verse number="23">دوه کاله وروستو ابى‌سلوم د اِفرائيم ښار سره نزدې په بعل حصور کښې خپلې ګډې کلولې او د بادشاه ټول زامن يې راوغوښتل چې هلته راشى.</verse>
				<verse number="24">هغه داؤد بادشاه له لاړو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ خپلې ګډې کلوم. تۀ او ستا آفسران به راشئ چې ما سره په دې کښې شريک شئ؟“</verse>
				<verse number="25">بادشاه ورته وفرمائيل، ”نه، زما زويه، کۀ مونږ ټول ورشو نو دا به ستا دپاره لوئ تکليف وى.“ ابى‌سلوم ورته بيا بيا وئيل او بادشاه د هغۀ سره نۀ تلو خو هغۀ د ابى‌سلوم دپاره برکت وغوښتو.</verse>
				<verse number="26">خو ابى‌سلوم ورته ووئيل، ”ښه، کم از کم زما ورور امنون خو به پرېږدې کنه چې ما سره لاړ شى.“ بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”هغه دې ولې لاړ شى؟“</verse>
				<verse number="27">خو ابى‌سلوم بيا بيا ورته وئيل چې داؤد آخر هم امنون او خپل نور ټول زامن پرېښودل چې د ابى‌سلوم سره لاړ شى. ابى‌سلوم يوه شاهى روټۍ تياره کړه.</verse>
				<verse number="28">هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، ”ګورئ، کله چې امنون د ميو څښلو په وجه په سُور کښې شى او چې زۀ حُکم درکړم چې هغه ووژنئ نو يرېږئ مه. زۀ به په خپله د دې ذمه وارى اخلم. تکړه شئ او چې ونۀ يرېږئ.“</verse>
				<verse number="29">نو نوکرانو د ابى‌سلوم په خبره عمل وکړو او امنون يې ووژلو. د داؤد باقى نور ټول زامن په خپلو قچرو باندې سوارۀ شول او وتښتېدل.</verse>
				<verse number="30">څۀ وخت چې هغوئ خپل کور ته راروان وُو، نو داؤد ته داسې ووئيلے شول، ”ابى‌سلوم ستا ټول زامن وژلى دى، يو هم پاتې نۀ دے.“</verse>
				<verse number="31">بادشاه پاڅېدو، د غم نه يې خپلې جامې وشلولې او خپل ځان يې په زمکه وغورزولو. کوم نوکران چې د هغۀ سره هلته وُو نو هغوئ هم خپلې جامې وشلولې.</verse>
				<verse number="32">خو د داؤد د ورور سِمعه زوئ يوندب ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا خيال مۀ کوه چې هغوئ ستا ټول زامن وژلى دى. صِرف امنون مړ دے. په کومه ورځ چې امنون د تامار سره په زور زنا وکړه نو ابى‌سلوم د هغۀ د وژلو فېصله کړې وه.</verse>
				<verse number="33">نو په دې خبره يقين مۀ کوه چې ستا ټول زامن مړۀ شوى دى، صِرف امنون وژلے شوے دے.“</verse>
				<verse number="34">په دې دوران کښې ابى‌سلوم تښتېدلے وو. نو بيا پهره دار ډېر خلق وليدل چې د حورونايم په لاره د غرۀ نه راکوزېدل. هغه بادشاه له لاړو او چې څۀ يې ليدلى وُو د هغې نه يې خبر کړو.</verse>
				<verse number="35">يوندب داؤد ته ووئيل، ”وګورئ، هغه دى ستا زامن راروان دى څنګه چې ما درته وئيلى وُو چې هغوئ به راشى.“</verse>
				<verse number="36">چې څنګه هغۀ دا خبره ختمه کړه، نو د داؤد زامن راننوتل، هغوئ په ژړا شروع وکړه او داؤد او د هغۀ آفسرانو هم په چغو چغو وژړل.</verse>
				<verse number="37">ابى‌سلوم وتښتېدو او د جسور بادشاه د عميهود زوئ تلمى له لاړو او هلته درې کاله پاتې شو. داؤد په خپل زوئ امنون پسې تر ډېره وخته غمژن وو،</verse>
				<verse number="38"></verse>
				<verse number="39">خو کله چې داؤد د امنون د مرګ نه په آرام شو، نو د هغۀ زړۀ بيا دا غوښتل چې د ابى‌سلوم سره مِلاو شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">يوآب ته پته ولګېده چې د داؤد بادشاه ابى‌سلوم ډېر زيات ياديږى،</verse>
				<verse number="2">نو هغۀ يوه هوښياره ښځه راوغوښتله چې په تقوع کښې اوسېده. کله چې هغه راورسېده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”داسې ښکاره کړه چې تۀ په غم غمژنه يې، د غم جامې واغونده او تېل مۀ لګوه. داسې کار کوه لکه چې يوه ښځه د ډېر وخت نه په غم غمژنه وى.</verse>
				<verse number="3">بيا بادشاه له لاړه شه او چې زۀ درته څۀ وايم نو هغه ورته ووايه.“ نو يوآب ورته هغه څۀ وښودل چې هغې له څۀ وئيل په کار وُو.</verse>
				<verse number="4">ښځه بادشاه له ورغله، د عزت نه ورته په زمکه ټيټه شوه او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زما مدد وکړه.“</verse>
				<verse number="5">هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تا ته څۀ تکليف دے؟“ هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ يوه غريبه کونډه يم، خاوند مې مړ دے.</verse>
				<verse number="6">بادشاه سلامت، زما دوه زامن وُو او يوه ورځ په پټو کښې په خپلو کښې په جګړه شول، هلته هيڅ څوک هم نۀ وُو چې هغوئ يې خلاص کړى وے، نو يو هغه بل ووژلو.</verse>
				<verse number="7">او اوس بادشاه سلامت، زما ټول خپلوان زما خِلاف شوى دى او ما ته وائى چې زۀ خپل زوئ هغوئ ته حواله کړم، نو چې هغوئ يې د خپل ورور په بدل ووژنى. کۀ هغوئ داسې وکړى نو زۀ به بې‌زويه پاتې شم. هغوئ به زما آخرى اُميد هم ختم کړى او زما يو زوئ به هم نۀ وى چې د هغې په وجه زما د خاوند نوم د زمکې په مخ باقى پاتې شى.“</verse>
				<verse number="8">بادشاه ورته وفرمائيل، ”واپس کور ته لاړه شه، زۀ به دا مسئله حل کړم.“</verse>
				<verse number="9">هغې ووئيل، ”بادشاه سلامت، تۀ چې څۀ هم کوې، زۀ او زما خاندان به د هغې اِلزام اخلو، تۀ او ستا شاهى خاندان بې‌ګناه يئ.“</verse>
				<verse number="10">بادشاه ورته وفرمائيل، ”کۀ څوک تا له دهمکى درکړى نو ما له يې راوله او هغه به هيڅکله هم بيا تا له تکليف نۀ درکوى.“</verse>
				<verse number="11">هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړه چې تۀ به هيڅ څوک نۀ پرېږدې چې زما د زوئ نه د مرګ بدل واخلى، زۀ نۀ غواړم چې نوره وينه توئ شى.“ نو داؤد ورته وئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې ستا د زوئ يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى.“</verse>
				<verse number="12">هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، ما له اجازت راکړه چې يوه بله مسئله بيان کړم.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”ټيک ده ووايه.“</verse>
				<verse number="13">هغې ورته ووئيل، ”تا د خُدائ پاک د خلقو سره دومره بد ولې کړى دى؟ تۀ خپل زوئ له اجازت نۀ ورکوې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شى، اوس اوس چې تا څۀ ووئيل نو تا په خپله خپل ځان مجرم کړے دے.</verse>
				<verse number="14">مونږ به ټول مرو، مونږ په زمکه د تويو شوو اوبو په شان يُو، چې هغه بيا نۀ شى راغونډېدلے. خو خُدائ پاک د چا هلاکېدل نۀ غواړى او هغه داسې منصوبې جوړوى چې يو شړلے کس واپس ځان ته راولى.</verse>
				<verse number="15">اوس بادشاه سلامت، زما تا سره د خبرو کولو دپاره د راتلو وجه دا ده چې خلقو زۀ يرولم، نو ما د خپل ځان سره ووئيل چې زۀ په دې اُميد تا سره خبره وکړم چې زۀ څۀ غواړم نو هغه به وکړې.</verse>
				<verse number="16">زما خيال دا وو چې تۀ به زما خبره واورې او د هغه کس نه به مې بچ کړې څوک چې زما او زما د زوئ د وژلو کوشش کوى او چې داسې مونږ د هغه مُلک نه لرې کړى چې خُدائ پاک خپلو خلقو له ورکړے دے.</verse>
				<verse number="17">ما د خپل ځان سره ووئيل چې بادشاه سلامت، ستا خبرې دې ما له تسلى راکړى، ځکه چې بادشاه د خُدائ پاک د فرښتې په شان وى او ښۀ د بد نه جدا کوى. مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې مل شه.“</verse>
				<verse number="18">بادشاه جواب ورکړو، ”زۀ ستا نه يو تپوس کوم او تۀ به ما ته رښتيا رښتيا وائې.“ هغې جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، څۀ چې وئيل غواړې نو هغه ووايه.“</verse>
				<verse number="19">هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”دا هر څۀ په تا باندې يوآب وکړل څۀ؟“ هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ تا ته قسم خورم چې بله لاره نشته چې جواب درنۀ کړم. په حقيقت سره هغه ستا آفسر يوآب وو چې هغۀ ما ته ووئيل چې څۀ به کوم او څۀ به وايم.</verse>
				<verse number="20">خو هغۀ دا د دې دپاره وکړل چې ستا اراده بدله شى. بادشاه سلامت، تۀ د خُدائ پاک د فرښتې په شان هوښيار يې او چې څۀ کيږى په هغې باندې پوهېږې.“</verse>
				<verse number="21">وروستو بادشاه يوآب ته وفرمائيل، ”تۀ چې څۀ غواړې نو ما د هغې د کولو فېصله کړې ده. لاړ شه او هغه زلمے ابى‌سلوم ولټوه او واپس يې دلته راوله.“</verse>
				<verse number="22">يوآب د عزت نه د داؤد په مخکښې پړمخې پرېوتلو او وې وئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. اوس ما ته پته ولګېده چې تۀ زما نه خوشحاله يې، ځکه چې تا زما عرض منلے دے.“</verse>
				<verse number="23">بيا يوآب پاڅېدو او جسور ته لاړو او ابى‌سلوم يې واپس يروشلم ته راوستو.</verse>
				<verse number="24">خو بادشاه حُکم وکړو چې ابى‌سلوم دې په محل کښې نۀ اوسيږى. بادشاه وفرمائيل، ”زۀ د هغۀ ليدل نۀ غواړم.“ نو ابى‌سلوم په خپل کور کښې اوسېدو او د بادشاه مخې له به نۀ راتلو.</verse>
				<verse number="25">په بنى اِسرائيلو کښې په ښائست کښې د ابى‌سلوم په شان مشهور هيڅ څوک هم نۀ وو، د سر نه تر پښو پورې په هغۀ کښې هيڅ عېب هم نۀ وو.</verse>
				<verse number="26">د هغۀ وېښتۀ ګڼ وُو او هغۀ به دا په کال کښې يو ځل واړۀ کول، کله به چې دا اوږدۀ او درانۀ شول. دا د بادشاه د وزن د معيار په مطابق دوه کلو درانۀ وُو.</verse>
				<verse number="27">د ابى‌سلوم درې زامن او يوه يې لور تامار وه چې هغه ډېره ښائسته جينۍ وه.</verse>
				<verse number="28">ابى‌سلوم په يروشلم کښې دوه کاله اوسېدو او د بادشاه په مخکښې نۀ حاضرېدو.</verse>
				<verse number="29">بيا هغۀ يوآب راوغوښتو چې ورته ووائى چې د هغۀ دپاره بادشاه له لاړ شى، خو يوآب به نۀ راتلو. ابى‌سلوم هغه بيا راوغوښتو او يوآب بيا د راتلو نه اِنکار وکړو.</verse>
				<verse number="30">نو ابى‌سلوم خپلو نوکرانو ته ووئيل، ”ګورئ، د يوآب پټے زما سره نزدې دے او اوربشې په کښې شوې دى. لاړ شئ او اور پرې ولګوئ.“ نو هغوئ لاړل او په پټى يې اور بل کړو.</verse>
				<verse number="31">يوآب د ابى‌سلوم کور ته لاړو او ورته يې ووئيل، ”ستا نوکرانو زما پټى باندې اور ولې بل کړے دے؟“</verse>
				<verse number="32">ابى‌سلوم ورته ووئيل، ”دا ځکه چې کله ما تۀ راغوښتلې نو تۀ به نۀ راتلې. ما غوښتل چې بادشاه له لاړ شې او هغۀ ته زما دپاره ووائې چې زۀ د جسور نه دلته ولې راغلم؟ ښۀ به دا وے چې زۀ هلته ايسار وے.“ او ابى‌سلوم وئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما دپاره د بادشاه سره د مِلاوېدو بندوبست وکړې او کۀ زۀ په غلطه يم، نو هغه دې ما ووژنى.“</verse>
				<verse number="33">نو يوآب داؤد بادشاه له لاړو او چې ابى‌سلوم څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل. بادشاه ابى‌سلوم راوغوښتو، هغه ورله راغلو او د هغۀ په مخکښې زمکې ته ټيټ شو. نو بادشاه ابى‌سلوم ښکل کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">د هغې نه پس، ابى‌سلوم د ځان دپاره ګاډۍ او آسونه تيار کړل او پنځوسو محافظانو به د دې نه مخکښې منډې وهلې.</verse>
				<verse number="2">هغه به وختى پاڅېدو او لا به ړو او د ښار د دروازې سره به په لاره کښې ودرېدو. کله به هم چې څوک د يوې لانجې سره هلته راغلو چې هغۀ به غوښتل چې بادشاه لانجه هواره کړى، نو ابى‌سلوم به هغه راوغوښتو او تپوس به يې ترې نه وکړو چې هغه د کوم ځائ دے. نو هغه سړى به ورته ووئيل چې زۀ د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې نه يم،</verse>
				<verse number="3">نو ابى‌سلوم به ووئيل، ”ګوره، ستا دعوىٰ په حقه ده، خو د بادشاه يو داسې سړے نشته چې ستا مسئله واورى.“</verse>
				<verse number="4">او هغۀ به دا هم وئيل، ”دا به څومره ښۀ وے چې زۀ قاضى مقرر کړے شوے وے. کۀ بيا د چا لانجه يا دعوىٰ وے نو هغه به ما له راتلے او ما به اِنصاف ورکولے.“</verse>
				<verse number="5">کله چې هغه سړے ورله نزدې راغلو چې د ابى‌سلوم په وړاندې ټيټ شى، نو ابى‌سلوم به ورورسېدو، هغه به يې ونيولو او ښُکل به يې کړو.</verse>
				<verse number="6">ابى‌سلوم داسې د هر يو بنى اِسرائيلى سره کول چې هغه به د اِنصاف دپاره بادشاه له ورتلو، نو داسې هغۀ د بنى اِسرائيلو زړونه وګټل.</verse>
				<verse number="7">څلور کاله پس ابى‌سلوم داؤد بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، ما له اجازت راکړه چې زۀ حبرون ته لاړ شم او چې زۀ هغه لوظ پوره کړم چې ما د مالِک خُدائ سره کړے دے.</verse>
				<verse number="8">کله چې زۀ په شام کښې په جسور کښې اوسېدم، نو ما د مالِک خُدائ سره لوظ وکړو چې کۀ هغه ما واپس يروشلم ته بوځى، نو زۀ به په حبرون کښې د هغۀ عبادت وکړم.“</verse>
				<verse number="9">بادشاه ورته وفرمائيل، ”په خېر لاړ شه.“ نو ابى‌سلوم حبرون ته لاړو.</verse>
				<verse number="10">خو هغۀ په پټه باندې د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”کله چې تاسو د بيګل آواز واورئ نو په چغو ووايئ چې ابى‌سلوم په حبرون کښې بادشاه جوړ شوے دے.“</verse>
				<verse number="11">دوه سوه سړى د هغۀ سره د ابى‌سلوم په دعوت باندې يروشلم ته تلى وُو، هغوئ ته د دې منصوبې په حقله هيڅ پته نۀ وه او ټول په صفا زړۀ تلى وُو.</verse>
				<verse number="12">کله چې ابى‌سلوم نذرانې پېش کولې نو هغۀ اخى‌تُفل جلونے هم راوغوښتو څوک چې د داؤد مشير وو، چې د خپل ښار جلوه نه راشى. د بادشاه خِلاف منصوبه مضبوطه شوه او د ابى‌سلوم کسان زياتېدل.</verse>
				<verse number="13">يو پېغام وړونکے راغلو او داؤد ته يې ووئيل، ”بنى اِسرائيليان د ابى‌سلوم وفادار دى.“</verse>
				<verse number="14">نو داؤد خپلو ټولو آفسرانو ته وفرمائيل چې کوم د هغۀ سره په يروشلم کښې وُو، ”کۀ مونږ د ابى‌سلوم نه تښتېدل غواړُو نو چې سمدستى وتښتُو. زر شئ. ګنې هغه به زر دلته راشى، مونږ له به شکست راکړى او په ښار کښې به هر يو کس ووژنى.“</verse>
				<verse number="15">هغوئ جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، آو، تۀ چې څۀ وائې نو مونږ د هغې کولو ته تيار يُو.“</verse>
				<verse number="16">نو بادشاه د خپلې ټول خاندان او آفسرانو سره لاړو، خو هغه خپلې لس وينځې يې پرېښودلې چې د محل خيال ساتى.</verse>
				<verse number="17">کله چې بادشاه او د هغۀ ټول سړى د ښار نه تلل، نو هغوئ د لږ مزل نه پس په آخرى کور کښې ايسار شول.</verse>
				<verse number="18">د هغۀ ټول آفسران ورسره ولاړ وُو چې په دې کښې شاهى فوجيان د هغۀ په مخکښې تېر شول. هغه شپږ سوه فوجيان هم تېر شول چې د جات نه ورپسې راروان وُو،</verse>
				<verse number="19">او بادشاه د هغوئ مشر اِتى ته وفرمائيل، ”تۀ مونږ سره ولې ځې؟ واپس شه او د نوى بادشاه سره ايسار شه. تۀ مسافر يې، چې د خپل مُلک نه مهاجر شوے يې.</verse>
				<verse number="20">تۀ دلته ډېر لږ وخت اوسېدلے يې، نو زۀ تا د ځان سره ولې وګرځوم؟ ما ته په خپله هم دا پته نۀ لګى چې زۀ چرته روان يم. واپس لاړ شه او خپل وطندار د ځان سره بوځه. او مالِک خُدائ دې تا ته خپله مِهربانى او وفادارى وښائى.“</verse>
				<verse number="21">خو اِتى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ تا ته د مالِک خُدائ او ستا په سر قسم کوم چې تۀ چرته هم ځې نو زۀ به همېشه تا سره ځم، کۀ په دې کښې د مرګ خطره هم وى.“</verse>
				<verse number="22">داؤد ورته وفرمائيل، ”ټيک ده، راځئ چې ځُو.“ نو اِتے د خپلو ټولو سړو او بال بچ سره لاړو.</verse>
				<verse number="23">چې کله د داؤد ټول کسان لاړل نو خلقو په چغو چغو وژړل. بادشاه د قِدرون ولې نه واوړېدو، چې خپل سړى ورپسې وُو او هغوئ په يو ځائ د صحرا طرف ته لاړل.</verse>
				<verse number="24">صدوق اِمام هلته وو او ليويانو د هغۀ سره د لوظ صندوق روان کړے وو. هغوئ دا کېښودو او بيا يې تر هغې پورې اوچت نۀ کړو چې ټول خلق د ښار نه تلى نۀ وُو. ابياتار اِمام هم هلته وو.</verse>
				<verse number="25">بيا بادشاه صدوق ته وفرمائيل، ”د لوظ صندوق واپس ښار ته يوسه. کۀ زۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ ښکارم، نو يوه ورځ به مې هغه واپس دې صندوق او د هغه ځائ ليدو له راولى چرته چې دا پروت دے.</verse>
				<verse number="26">خو کۀ هغه زما نه رضا نۀ وى نو چې د هغۀ څۀ خوښه وى نو هغه شان دې راسره وکړى.“</verse>
				<verse number="27">نو هغۀ صدوق ته داسې وئيل، ”ګوره، خپل زوئ اخيمعض او د ابياتار زوئ يونتن د ځان سره کړه او په خېر سره واپس ښار ته لاړ شئ.</verse>
				<verse number="28">زۀ به په صحرا کښې د سيند د ګودر په غاړه انتظار کوم تر دې پورې چې ستاسو نه خبر راورسيږى.“</verse>
				<verse number="29">نو صدوق او ابياتار د لوظ صندوق واپس يروشلم ته يوړو او هلته ايسار شول.</verse>
				<verse number="30">داؤد په ژړا ژړا د زيتُونو غرۀ ته وختلو، څپلۍ د هغۀ په پښو نۀ وې او د خفګان نه يې خپل سر پټ کړے وو. چې په هغۀ پسې څوک راروان وُو نو هغوئ هم سرونه پټ کړى وُو او ژړل يې.</verse>
				<verse number="31">کله چې داؤد خبر شو چې اخى‌تُفل په بغاوت کښې د ابى‌سلوم سره ملګرے شوے دے نو هغۀ داسې دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د اخى‌تُفل مشوره په کم عقلتوب بدله کړه.“</verse>
				<verse number="32">کله چې داؤد د غرۀ سر ته ورسېدو، چرته چې د عبادت يو ځائ وو، نو خپل يو اعتبارى ملګرے حوسى، ارکے ورسره مِلاو شو، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې پرَتى وې.</verse>
				<verse number="33">داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ ما سره ځې نو تۀ به زمونږ دپاره لانجه جوړه کړې،</verse>
				<verse number="34">خو تۀ ما سره دا ښۀ کولے شې چې ښار ته واپس شې او ابى‌سلوم ته ووائې چې تۀ به اوس په وفادارۍ سره د هغۀ خِدمت کوې لکه څنګه چې دې د هغۀ د پلار خِدمت کړے وو. او د اخى‌تُفل د مشورې ډېر مخالفت کوه.</verse>
				<verse number="35">صدوق او ابياتار اِمامان به هلته وى، چې تۀ د بادشاه په محل کښې څۀ هم اورې نو هغوئ ته وايه.</verse>
				<verse number="36">د هغوئ زامن اخيمعض او يونتن د هغوئ سره دى، هغوئ د هغه ټولو معلوماتو سره ما له راولېږه چې تا راجمع کړى وى.“</verse>
				<verse number="37">نو د داؤد ملګرے حوسى د ابى‌سلوم د رارسېدو سره سم ښار ته راوګرځېدو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">کله چې داؤد د غرۀ د سر نه لږ مخکښې تلے وو، نو هغه ناڅاپه د مفيبوست د نوکر ضيبا سره مِلاو شو، د هغۀ سره دوه خرونه وُو چې دوه سوو ډوډو، يو سل موټى کشمشو، سل موټى د اوړى مېوو او د ميو ډکه يوه مشکيزه پرې بار وُو.</verse>
				<verse number="2">داؤد بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ په دې ټولو څيزونو باندې څۀ کوې؟“ ضيبا ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، خرۀ ستا د خاندان د سورلۍ دپاره دى، روټۍ او مېوې د دې سړو د خوراک دپاره دى او مے د دوئ د څښلو دپاره دى چې کله دوئ په صحرا کښې ستړى وى.“</verse>
				<verse number="3">بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”ستا د نېک ساؤل نمسے مفيبوست چرته دے؟“ ضيبا ورته ووئيل، ”هغه په يروشلم کښې ايسار دے، ځکه چې د هغۀ خيال دا دے چې بنى اِسرائيليان به هغۀ له د هغۀ د نيکۀ ساؤل بادشاهى بيا ورکړى.“</verse>
				<verse number="4">بادشاه ضيبا ته وفرمائيل، ”د مفيبوست سره چې څۀ هم دى هغه ستا شول.“ ضيبا جواب ورکړو، ”زۀ ستا په وړاندې د عزت نه ټيټېږم، بادشاه سلامت، تۀ دې زما نه همېشه خوشحاله اوسې.“</verse>
				<verse number="5">کله چې داؤد بادشاه بحوريم ته ورسېدو، نو د ساؤل يو خپلوان د جيرا زوئ سِمعى د مِلاوېدو دپاره ورله راووتلو، کله چې هغه راروان وو نو کنځل يې کول.</verse>
				<verse number="6">سِمعى داؤد او د هغۀ آفسران په کاڼو وويشتل، اګر چې د داؤد سره خپل سړى او فوجيان هم څنګ په څنګ ولاړ وُو.</verse>
				<verse number="7">سِمعى کنځلې کولې او وې ووئيل، ”اوځه، اوځه. قاتِله، مجرمه.</verse>
				<verse number="8">تا د ساؤل نه بادشاهى واخستله او اوس مالِک خُدائ ستا نه بدله اخلى ځکه چې تا د ساؤل د خاندان ډېر کسان وژلى دى. مالِک خُدائ ستا زوئ ابى‌سلوم له بادشاهى ورکړې ده، اے قاتِله، تۀ تباه يې.“</verse>
				<verse number="9">ابيشى ووئيل چې د هغۀ مور ضروياه وه، ”بادشاه سلامت، تا دا مردار سپے ولې پرېښودو چې کنځلې درته وکړى؟ ما له اجازت راکړه چې زۀ ورشم او سر ترې نه پرې کړم.“</verse>
				<verse number="10">بادشاه ابيشى او د هغۀ ورور يوآب ته وفرمائيل، ”دا ستا کار نۀ دے. کۀ هغه ما ته کنځل کوى او هغۀ ته مالِک خُدائ دا فرمائيلى وى، نو څوک دا حق لرى چې تپوس ترې نه وکړى چې دا ولې کوې؟“</verse>
				<verse number="11">نو داؤد ابيشى او خپلو ټولو آفسرانو ته وفرمائيل، ”زما خپل زوئ زما د وژلو کوشش کوى، تاسو په دې بنيامينى باندې ولې حېرانېږئ؟ مالِک خُدائ ورته فرمائيلى دى چې ما ته کنځلې وکړى، نو هغه پرېږدئ چې هم داسې کوى.</verse>
				<verse number="12">کېدے شى چې مالِک خُدائ زما مشکل ووينى او نن ما سره د دې کنځلو په بدل کښې ښۀ وکړى.“</verse>
				<verse number="13">نو داؤد او د هغۀ سړى په لاره روان وُو. سِمعى هم په نزدې غر باندې روان وو، هغۀ کنځلې کولې او په روانه کښې يې هغوئ په کاڼو ويشتل او خاورې يې پرې اچولې.</verse>
				<verse number="14">کله چې بادشاه او د هغۀ ټول سړى اُردن ته ورسېدل نو هغوئ سخت ستړى وُو او هلته هغوئ آرام وکړو.</verse>
				<verse number="15">ابى‌سلوم او د هغۀ سره ټول بنى اِسرائيليان يروشلم ته ننوتل او اخى‌تُفل د هغوئ سره وو.</verse>
				<verse number="16">کله چې د داؤد اعتبارى ملګرے حوسى د ابى‌سلوم سره مِلاو شو نو هغۀ چغه کړه، ”بادشاه سلامت، زنده‌باد. بادشاه سلامت، زنده‌باد.“</verse>
				<verse number="17">ابى‌سلوم ترې نه تپوس وکړو، ”ستا د خپل دوست داؤد سره وفادارى چرته لاړه؟ تۀ د هغۀ سره ولې لا نۀ ړې؟“</verse>
				<verse number="18">حوسى ورته ووئيل، ”ما داسې څنګه کړى وے؟ زۀ د هغه چا په طرف يم چې څوک د مالِک خُدائ، دې خلقو او ټولو بنى اِسرائيلو خوښ کړے وى. زۀ به تا سره ايسار شم.</verse>
				<verse number="19">د دې نه علاوه، زۀ چې د خپل نېک د زوئ خِدمت نۀ کوم نو د چا به کوم؟ څنګه چې ما ستا د پلار خِدمت کړے دے، نو زۀ به ستا خِدمت هم کوم.“</verse>
				<verse number="20">بيا ابى‌سلوم اخى‌تُفل ته وروګرځېدو او ورته يې ووئيل، ”تۀ مونږ له خپله مشوره راکړه چې مونږ څۀ وکړُو؟“</verse>
				<verse number="21">اخى‌تُفل ورته ووئيل، ”لاړ شه او د خپل پلار د وينځو سره څمله کومې يې چې د ځان نه وروستو پرېښودلې دى چې د محل خيال ساتى. نو بيا به په بنى اِسرائيلو کښې هر چا ته پته ولګى چې تا په څرګنده د خپل پلار بې‌عزتى کړې ده نو داسې ستا ملګرى به نور هم تکړه شى.“</verse>
				<verse number="22">نو هغوئ د محل په چت باندې د ابى‌سلوم دپاره يوه خېمه ولګوله او د ټولو خلقو په مخکښې ابى‌سلوم ورننوتلو او د خپل پلار د وينځو سره څملاستو.</verse>
				<verse number="23">په هغه ورځو کښې به چې اخى‌تُفل کومه مشوره ورکوله نو هغه به داسې منلے شوه لکه چې دا بلکل د خُدائ پاک خبره وى، داؤد او ابى‌سلوم دواړو به منله.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">د هغې ډېر وخت نۀ وو شوے چې اخى‌تُفل ابى‌سلوم ته ووئيل، ”ما پرېږده چې دولس زره سړى خوښ کړم او نن شپه زۀ په داؤد پسې روان شم.</verse>
				<verse number="2">کله چې هغه ستړے او بې‌حوصلې وى نو زۀ به په هغۀ حمله وکړم. هغه به ويريږى او د هغۀ ټول سړى به وتښتى. او زۀ به صِرف بادشاه ووژنم</verse>
				<verse number="3">او بيا به د هغۀ ټول سړى تا له داسې واپس راولم، لکه چې ناوې خپل خاوند له راځى. تاسو غواړئ چې دا يو کس ووژنئ نو باقى نورو خلقو ته به خېر شى.“</verse>
				<verse number="4">دا خبره ابى‌سلوم او ټولو بنى اِسرائيلى مشرانو ته ښۀ معلومه شوه.</verse>
				<verse number="5">ابى‌سلوم ووئيل، ”اوس حوسى راوغواړه او چې هغه څۀ وائى نو هغۀ ته به غوږ ونيسو.“</verse>
				<verse number="6">کله چې حوسى راورسېدو نو ابى‌سلوم ورته ووئيل، ”دا هغه مشوره ده چې اخى‌تُفل مونږ له راکړې ده، مونږ له پرې عمل کول په کار دى او کۀ نه؟ کۀ تۀ وائې چې نۀ نو بيا تۀ مونږ ته ووايه چې څۀ وکړُو.“</verse>
				<verse number="7">حوسى ورته ووئيل، ”دې ځل چې اخى‌تُفل کومه مشوره درکړې ده هغه ښۀ نۀ ده.</verse>
				<verse number="8">تا ته پته ده چې ستا پلار او د هغۀ سړى تکړه جنګ کوونکى دى او هغوئ داسې غصه دى لکه چې د يو مېلو نه بچى تښتولے شوى وى. ستا پلار يو تجربه‌کار فوجى دے او د شپې د خپلو سړو سره نۀ ايساريږى.</verse>
				<verse number="9">کېدے شى چې اوس هم هغه په يو غار کښې يا په بل ځائ کښې پټ وى. چې څنګه داؤد ستا په سړو باندې حمله وکړى او چې هر څوک هم د دې نه خبر شى نو وائى به چې ستا ډېر فوجيان وژلى شوى دى.</verse>
				<verse number="10">بيا به د ټولو نه تکړه سړے هم يريږى د چا چې د ازمرى په شان زړۀ وى ځکه چې په بنى اِسرائيلو کښې هر چا ته پته ده چې ستا پلار يو لوئ فوجى دے او د هغۀ سړى تکړه جنګ کوونکى دى.</verse>
				<verse number="11">زما مشوره دا ده چې د مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې ټول بنى اِسرائيليان راغونډ کړه، لکه چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى، د دې دپاره چې تۀ په خپله په جنګ کښې د هغوئ نه مخکښې لاړ شې.</verse>
				<verse number="12">داؤد چې هر چرته وى مونږ به يې پېدا کړُو او داسې به ورباندې وروغورزېږو لکه چې په زمکه باندې پرخه پرېوځى. هغه او د هغۀ سړى به ژوندى پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="13">کۀ هغه ښار ته راوتښتى، نو زمونږ خلق به رسۍ راوړى او ښار به لاندې مېدان ته راکاږى. يو وړوکے کاڼے به هم پاتې نۀ شى.“</verse>
				<verse number="14">ابى‌سلوم او ټولو بنى اِسرائيلو ووئيل، ”د حوسى مشوره د اخى‌تُفل د مشورې نه ښۀ ده.“ مالِک خُدائ دا فېصله کړې وه چې د اخى‌تُفل ښۀ مشوره به نۀ شى منلے، نو داسې هغه به په ابى‌سلوم باندې تباهى راولى.</verse>
				<verse number="15">بيا حوسى صدوق او ابياتار اِمام ته ووئيل، ”دا هغه څۀ دى چې اخى‌تُفل ابى‌سلوم او د بنى اِسرائيلو مشرانو ته وئيلى دى او دا هغه څۀ دى چې ما يې مشوره ورکړې ده.“</verse>
				<verse number="16">حوسى دا هم ووئيل، ”زر شئ، داؤد له پېغام ولېږئ چې د سيند سره هغه ځائ کښې شپه تېره نۀ کړى چرته چې اوبۀ کمې دى او خلق په کښې اوړى راوړى او د اُردن سيند نه دې سمدستى پورې وځى او صحرا ته دې لاړ شى، نو هغه او د هغۀ سړى به نۀ ګېريږى او نۀ به مرى.“</verse>
				<verse number="17">د ابياتار زوئ يونتن او د صدوق زوئ اخيمعض د عين‌راجل د چينې سره اِنتظار کولو، چې د يروشلم په بهرنۍ غاړه باندې وه، ځکه چې هغوئ دا جرأت نۀ شو کولے چې ښار ته د ننوتلو په وخت وليدے شى. يوه نوکره ښځه به هر وخت تلله او چې څۀ کېدل نو هغوئ ته به يې ووئيل او بيا به هغوئ تلل او داؤد بادشاه ته به يې وئيل.</verse>
				<verse number="18">خو يوه ورځ يو هلک هغوئ وليدل او هغۀ ابى‌سلوم ته ووئيل، نو هغوئ تېز لاړل چې په بحوريم کښې د يو سړى په کور کښې پټ شى. د هغۀ د کور سره نزدې د هغۀ کوهے وو او هغوئ هغه کوهى ته ورکوز شول.</verse>
				<verse number="19">د هغه سړى ښځې تخته واخستله، د کوهى په خولۀ باندې يې کېښوده او په دې باندې يې غله وشيندله، نو چې هيڅ څوک دا شک ونۀ کړى چې هغوئ دلته وُو.</verse>
				<verse number="20">د ابى‌سلوم آفسران هغه کور ته راغلل او د هغه ښځې نه يې تپوس وکړو، ”اخيمعض او يونتن چرته دى؟“ هغې ورته ووئيل، ”هغوئ د سيند نه پورې وتى دى.“ هغه سړو هغوئ ولټول خو پېدا يې نۀ کړل، نو هغوئ يروشلم ته راواپس شول.</verse>
				<verse number="21">د هغوئ د تلو نه پس، اخيمعض او يونتن د کوهى نه راووتل او لاړل او داؤد بادشاه له يې خبر ورسولو. هغوئ د هغۀ خِلاف د اخى‌تُفل د منصوبې نه خبر کړو او ورته يې ووئيل، ”زر شه، او د سيند نه پورې وځه.“</verse>
				<verse number="22">نو داؤد او د هغۀ ټول سړى د اُردن سيند نه په پورې وتلو شروع وکړه او تر سحر د رڼا پورې ټول بلې غاړې ته پورې وتل.</verse>
				<verse number="23">کله چې اخى‌تُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو.</verse>
				<verse number="24">داؤد د محنايم ښار ته په هغه وخت رسېدلے وو چې څۀ وخت ابى‌سلوم او بنى اِسرائيليان د اُردن سيند نه پورې وتلى وُو.</verse>
				<verse number="25">ابى‌سلوم د يوآب په ځائ عماسا د لښکر مشر جوړ کړے وو. عماسا د اِسمٰعيلى اِتر زوئ وو، د هغۀ مور ابى‌جيل وه، چې هغه د ناحس لور او د يوآب د مور ضروياه خور وه.</verse>
				<verse number="26">ابى‌سلوم او د هغۀ سړو د جِلعاد په مُلک کښې خېمې لګولې وې.</verse>
				<verse number="27">کله چې داؤد محنايم ته ورسېدو، نو هغه د ناحس د زوئ سوبى سره مِلاو شو، چې هغه په ربه ښار کښې د عمون د قبيلې وو، د عمى‌اېل زوئ مکير سره چې د لودبار وو او د جِلعاد د قبيلې د برزلى سره هم مِلاو شو، برزلى د راجليم وو.</verse>
				<verse number="28">هغوئ جامونه، د خاورو لوښى، بسترې او داؤد او د هغۀ د سړو دپاره خوراک هم راوړو لکه غنم، اوربشې، اوړۀ، وريتې دانې، کورښې، دالونه، شات، پنير، ماستۀ او داسې څۀ ګډې هم. هغوئ ته پته وه چې داؤد او د هغۀ سړى به په صحرا کښې اوږى، تږى او ستړى وى.</verse>
				<verse number="29"></verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">داؤد بادشاه خپل ټول سړى راغونډ کړل او د زرو او سلو کسانو په ډلو کښې يې تقسيم کړل او په دوئ باندې يې د مشرۍ دپاره آفسران مقرر کړل.</verse>
				<verse number="2">بيا يې هغوئ په درېو ډلو کښې ولېږل، چې د هرې يوې قبيلې خپل مشر وو، يوآب او د يوآب ورور ابيشے او د جات اِتے وو. او بادشاه خپلو سړو ته وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تاسو سره ځم.“</verse>
				<verse number="3">خو هغوئ ورته ووئيل، ”تۀ به مونږ سره نۀ ځې، کۀ زمونږ باقى ټول کسان واپس شى او وتښتى نو په دشمن به څۀ فرق پرې نۀ وځى، يا کۀ زمونږ نيم کسان هم ووژلے شى، خو تۀ زمونږ د لسو زرو نه ښۀ يې. ښۀ به دا وى چې تۀ په ښار کښې ايسار شې او مونږ له مدد رالېږې.“</verse>
				<verse number="4">بادشاه ورته وفرمائيل، ”څۀ چې تاسو ته ښۀ ښکارى نو زۀ به هم هغه شان کوم.“ نو چې کله د هغۀ سړى د زرګونو او سلګونو په ډلو کښې روان وُو نو هغه د ښار د دروازې په خوا کښې ايسار شو.</verse>
				<verse number="5">هغۀ يوآب، ابيشى او اِتى له دا حُکم ورکړو، ”زما د خاطره ابى‌سلوم ته نقصان مۀ رسوئ.“ او چې داؤد دا حُکم خپلو آفسرانو له ورکولو نو ټولو فوجيانو واورېدو.</verse>
				<verse number="6">د داؤد لښکر مېدان ته لاړو او د اِفرائيم په ځنګل کښې يې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړو.</verse>
				<verse number="7">بنى اِسرائيلو د داؤد د سړو نه شکست وخوړو، او دا دومره سخت شکست وو چې په هغه ورځ شل زره سړى ووژلے شول.</verse>
				<verse number="8">جنګ په ټول مُلک کښې خور شو او چې په جنګ کښې څومره سړى مړۀ وُو نو د هغې نه زيات په ځنګل کښې مړۀ شول.</verse>
				<verse number="9">ابى‌سلوم ناڅاپه د داؤد يو څو سړو سره مِلاو شو. ابى‌سلوم په يو قچر باندې سور وو او قچر د څېړۍ يوې لوئې ونې لاندې ننوتلو، نو د ابى‌سلوم سر په څانګو کښې ونښتو. قچر منډه کړه او ابى‌سلوم په هوا کښې ترې نه ځوړند پاتې شو.</verse>
				<verse number="10">د داؤد يو سړى هغه وليدو او يوآب يې خبر کړو، ”صاحِبه، ما ابى‌سلوم وليدو چې د څېړۍ په ونه کښې ځوړند وو.“</verse>
				<verse number="11">يوآب ورته ووئيل، ”تا چې هغه وليدو نو هغه دې هم هلته ولې نۀ وژلو؟ نو ما به تا له په خپل لاس د سپينو زرو لس سيکې او يو فوجى کمربند درکړے وے.“</verse>
				<verse number="12">خو هغه سړى ورته ووئيل، ”کۀ تا ما له زر د سپينو زرو سيکې هم راکړے وے، نو ما به د بادشاه د زوئ خِلاف لاس نۀ وو اوچت کړے. مونږ ټولو اورېدلى دى چې بادشاه تا، ابيشى او اِتى له حُکم درکړے دے چې زما په خاطر ابى‌سلوم زلمى ته نقصان مۀ رسوئ.</verse>
				<verse number="13">خو کۀ ما د بادشاه نافرمانى کړے وے او ابى‌سلوم مې وژلے وے، نو بادشاه به د دې نه خبر شوے وے، هغه د هر څۀ نه خبريږى او تا به زۀ نۀ وے بچ کړے.“</verse>
				<verse number="14">يوآب ووئيل، ”زۀ تا سره نور وخت نۀ ضائع کوم.“ هغۀ درې نېزې واخستلې او د ابى‌سلوم په سينه کښې يې ننويستلې چې هغه لا ژوندے وو او د څېړۍ په ونه کښې ځوړند وو،</verse>
				<verse number="15">بيا د يوآب لس فوجيان ابى‌سلوم ته رانزدې شول او هغه يې مړ کړو.</verse>
				<verse number="16">نو يوآب حُکم وکړو چې د جنګ د ودرېدو دپاره دې شپېلۍ وغږولے شى او د هغۀ فوجيان په بنى اِسرائيلو پسې تلو نه راواپس شول.</verse>
				<verse number="17">هغوئ د ابى‌سلوم لاش واخستلو او په ځنګل کښې يې په يوه ډُوبه کنده کښې وغورزولو او د کاڼو په يو ډېرى باندې يې پټ کړو. ټول بنى اِسرائيليان خپلو کورونو ته وتښتېدل.</verse>
				<verse number="18">ابى‌سلوم په خپل ژوند کښې د خپل ځان دپاره په شاهى وادۍ کښې يو يادګار جوړ کړے وو، ځکه چې د هغۀ زامن نۀ وُو چې د هغۀ نوم ژوندے پاتې شى. نو په دې باندې يې خپل نوم کېښودو او تر نن ورځې پورې دا د ابى‌سلوم په يادګار مشهور دے.</verse>
				<verse number="19">بيا د صدوق زوئ اخيمعض يوآب ته ووئيل، ”ما پرېږده چې د دې زېرى سره بادشاه له ورمنډه کړم چې مالِک خُدائ هغه د خپلو دشمنانو نه بچ کړے دے.“</verse>
				<verse number="20">يوآب ووئيل، ”نه، نن به تۀ پېغام نۀ وړې بله ورځ به يې يوسې، ځکه چې د بادشاه زوئ مړ دے.“</verse>
				<verse number="21">بيا هغۀ خپل د ايتهوپيا غلام ته ووئيل، ”لاړ شه تا چې څۀ ليدلى وى هغه بادشاه ته ووايه.“ غلام ټيټ شو او منډه يې کړه.</verse>
				<verse number="22">اخيمعض ورته بيا بيا وئيل، ”چې څۀ کيږى نو هغه به کيږى خو ما پرېږده چې خبر يوسم.“ يوآب ترې نه تپوس وکړو، ”زما زويه، تۀ داسې ولې کوې؟ تا ته به د دې هيڅ فائده مِلاو نۀ شى.“</verse>
				<verse number="23">اخيمعض بيا ووئيل، ”چې څۀ هم کيږى زۀ تلل غواړم.“ يوآب ورته ووئيل، ”نو بيا لاړ شه.“ نو اخيمعض لاندې د اُردن په مېدان کښې په سړک باندې منډه کړه او زر د غلام نه مخکښې تېر شو.</verse>
				<verse number="24">داؤد ښار ته د ننوتو او بهر ته راوتو دروازو په مينځ کښې ناست وو. محافظ د دېوال سر ته وختلو او د دروازې په خولۀ کښې په چت باندې ودرېدو، هغۀ بهر وکتل او وې وليدل چې يو سړے يواځې منډې راوهى.</verse>
				<verse number="25">هغۀ لاندې آواز وکړو او بادشاه يې خبر کړو او بادشاه وفرمائيل، ”کۀ هغه يواځې وى، نو هغۀ به يو زېرے راروان کړے وى.“ هغه منډه وهونکے نور هم رانزدې کېدو.</verse>
				<verse number="26">محافظ يو بل سړے وليدو چې يواځې يې منډې وهلې او هغۀ لاندې د دروازې محافظ ته آواز وکړو، ”ګوره، يو بل سړے هم منډې راوهى.“ بادشاه ورته وفرمائيل، ”هغۀ هم زېرے راروان کړے دے.“</verse>
				<verse number="27">محافظ ووئيل، ”هغه وړومبے سړے داسې منډې وهى لکه چې اخيمعض وى.“ بادشاه ورته وفرمائيل، ”هغه ښۀ سړے دے او هغه به يو ښۀ زېرے راوړى.“</verse>
				<verse number="28">اخيمعض بادشاه ته آواز وکړو، د هغۀ په مخکښې زمکې ته ټيټ شو او وې وئيل، ”د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، بادشاه سلامت. هغۀ تا له په هغه سړو باندې فتح درکړې ده چا چې ستا خِلاف بغاوت کړے وو.“</verse>
				<verse number="29">بادشاه تپوس وکړو، ”ولې هغه زلمے ابى‌سلوم بچ دے؟“ اخيمعض ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، کله چې ستا آفسر يوآب زۀ ولېږلم، نو ما د خلقو يوه لويه ګڼه وليده، خو ما ته پته ونۀ لګېده چې دا د څۀ ګڼه وه.“</verse>
				<verse number="30">بادشاه ورته وفرمائيل، ”هلته ودرېږه.“ نو هغه لاړو او هلته ودرېدو.</verse>
				<verse number="31">بيا هغه د ايتهوپيا غلام راورسېدو او بادشاه ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، ستا دپاره ما سره يو زېرے دے، مالِک خُدائ تا له نن په هغه ټولو باندې فتح درکړې ده چا چې ستا خِلاف بغاوت کړے دے.“</verse>
				<verse number="32">بادشاه تپوس وکړو، ”هغه زلمے ابى‌سلوم بچ دے څۀ؟“ غلام ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې په هغۀ باندې څۀ شوى دى چې هغه ستا په ټولو دشمنانو او په هغوئ باندې شوى وے چا چې د بادشاه خِلاف بغاوت کړے دے.“</verse>
				<verse number="33">بادشاه ډېر غمژن شو. د ښار په دروازه بره کوټې ته وختلو او ژړل يې او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما بچيه، زما زويه، ابى‌سلومه، ابى‌سلومه، زما زويه. کاش چې ستا په ځائ زۀ مړ وے، زما زويه. ابى‌سلومه، زما زويه.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">يوآب خبر شو چې داؤد بادشاه ژاړى او د ابى‌سلوم په غم غمژن دے.</verse>
				<verse number="2">نو په هغه ورځ د داؤد د ټولو فوجيانو د فتحې خوشحالى په غم بدله شوه، ځکه چې هغوئ خبر شول چې بادشاه په خپل زوئ باندې غم کوى.</verse>
				<verse number="3">هغوئ پټ پټ ښار ته واپس لاړل، لکه څنګه چې هغه فوجيان شرميږى چې کوم د جنګ نه تښتى.</verse>
				<verse number="4">بادشاه خپل مخ پټ کړے وو او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما زويه، زما زويه ابى‌سلومه. ابى‌سلومه، زما زويه.“</verse>
				<verse number="5">يوآب د بادشاه کور ته لاړو او ورته يې ووئيل، ”تا نن خپل هغه سړى سپک کړى دى چا چې ستا، ستا د زامنو، لوڼو، ستا د ښځو او ستا د وينځو ژوند بچ کړے وو.</verse>
				<verse number="6">تۀ د هغه چا مخالفت کوې چې څوک درسره مينه کوى او چې څوک درنه نفرت کوى نو د هغوئ ملګرتيا کوې. تا دا خبره صفا کړې ده چې تا سره د خپلو آفسرانو او سړو هيڅ قدر نشته. ما ته پته ده چې تۀ به نن ښۀ خوشحاله وې چې ابى‌سلوم ژوندے وے او مونږ ټول مړۀ وے.</verse>
				<verse number="7">اوس لاړ شه او د خپلو سړو حوصله افزائى وکړه خو کۀ تا داسې ونۀ کړل نو زۀ د مالِک خُدائ په نوم قسم خورم چې تر سبا سحر پورې به د هغوئ يو کس هم تا سره نۀ وى. دا به دومره لوئ مصيبت وى چې په ټول ژوند کښې به داسې مصيبت درباندې نۀ وى تېر شوے.“</verse>
				<verse number="8">نو بادشاه پاڅېدو، لاړو او د ښار د دروازې سره نزدې کښېناستو. د هغۀ سړى خبر شول چې هغه هلته دے او ټول ترې نه ګېرچاپېره راټول شول. په دې دوران کښې ټول بنى اِسرائيليان خپلو کورونو ته تښتېدلى وُو.</verse>
				<verse number="9">په ټول مُلک کښې هغوئ په خپلو کښې په لانجه شول. هغوئ يو بل ته ووئيل، ”داؤد بادشاه مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړُو. هغۀ مونږ د فلستيانو نه بچ کړُو، خو هغه اوس د ابى‌سلوم نه وتښتېدو او مُلک يې پرېښودو.</verse>
				<verse number="10">مونږ ابى‌سلوم خپل بادشاه مقرر کړو، خو هغه په جنګ کښې وژلے شوے دے. نو څوک داؤد بادشاه واپس ولې نۀ راولى؟“</verse>
				<verse number="11">بنى اِسرائيلو چې څۀ وئيل نو هغه خبر داؤد بادشاه ته ورسېدو. نو هغۀ صدوق او ابياتار اِمامان ولېږل چې د يهوداه د مشرانو نه تپوس وکړى، ”تاسو دې ولې هغه آخرى قبيله يئ چې د داؤد بادشاه محل ته د واپس راوستلو خيال لرئ؟</verse>
				<verse number="12">تاسو زما خپلوان يئ او زما خپله وينه يئ، تاسو دې ولې هغه آخرى قبيله يئ چې ما واپس بوځئ؟“</verse>
				<verse number="13">داؤد هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې عماسا ته ووائى، ”تۀ زما رشته‌دار يې. د نن نه زۀ تا د يوآب په ځائ د لښکر مشر مقرروم. خو کۀ ما داسې ونۀ کړل نو خُدائ پاک دې ما هلاک کړى.“</verse>
				<verse number="14">د داؤد په خبرو باندې د يهوداه ټول سړى د هغۀ ملګرى شول او هغوئ هغۀ له خبر ولېږلو چې د خپلو ټولو آفسرانو سره واپس راشى.</verse>
				<verse number="15">نو بادشاه راواپس شو او د اُردن سيند ته ورسېدو. نو د يهوداه خلق جِلجال ته راغلى وُو چې د بادشاه سره مِلاو شى او د اُردن سيند نه يې پورې باسى.</verse>
				<verse number="16">هم په هغه وخت د بحوريم د علاقې د جيرا زوئ سِمعى بنيامينے د اُردن سيند له تېز لاړو چې د داؤد بادشاه سره مِلاو شى.</verse>
				<verse number="17">د هغۀ سره د بنيامين د قبيلې زر سړى وُو. او د ساؤل د خاندان نوکر ضيبا هم د خپلو پينځلسو زامنو او شلو نوکرانو سره راغلو او هغوئ د بادشاه نه مخکښې د اُردن سيند نه پورې وتل.</verse>
				<verse number="18">هغوئ په ګودر د سيند نه پورې وتل چې د شاهى خاندان په پورې وتلو کښې مدد وکړى او چې هغه څۀ وکړى څۀ چې بادشاه غوښتل. کله چې بادشاه د سيند نه پورې وتو، نو د جيرا زوئ سِمعى د هغۀ په مخکښې پړمخې پرېوتو</verse>
				<verse number="19">او وې وئيل، ”بادشاه سلامت، زما هغه غلطى معاف کړه چې په کومه ورځ تۀ د يروشلم نه تلې او ما کړې وه. او هغه د زړۀ نه وباسه.</verse>
				<verse number="20">صاحِبه، ما ته پته ده چې ما ګناه کړې ده، نو دا ځکه زۀ د شمالى قبيلو نه وړومبے کس يم چې نن تا سره بادشاه سلامت مِلاوېدو له راغلے يم.“</verse>
				<verse number="21">د ضروياه زوئ ابيشى وئيل، ”سِمعى دې ووژلے شى ځکه چې هغۀ هغه چا ته کنځل کړى دى څوک چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“</verse>
				<verse number="22">خو داؤد ابيشى او د هغۀ ورور يوآب ته وفرمائيل، ”ستاسو نه چا مشوره غوښتې ده؟ تاسو نن زما دشمنان شوى يئ؟ زۀ اوس هغه څوک يم چې د بنى اِسرائيلو بادشاه يم او نن به يو بنى اِسرائيلے هم نۀ شى وژلے.“</verse>
				<verse number="23">او هغۀ سِمعى ته وفرمائيل، ”زۀ تا سره وعده کوم چې تۀ به نۀ شې وژلے.“</verse>
				<verse number="24">بيا د ساؤل نمسے مفيبوست راغلو چې د بادشاه سره مِلاو شى. د هغه وخت نه واخله چې بادشاه د يروشلم نه تلے وو تر هغې پورې چې هغه کامياب راواپس شو مفيبوست نۀ خپلې پښې وينځلې وې، نۀ يې خپله ږيره سمه کړې وه او نۀ يې خپلې جامې وينځلې وې.</verse>
				<verse number="25">کله چې مفيبوست د يروشلم نه راورسېدو چې د بادشاه سره مِلاو شى، نو بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”مفيبوسته، تۀ ما سره ولې نۀ وې تلے؟“</verse>
				<verse number="26">هغۀ ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، لکه څنګه چې تا ته پته ده چې زۀ ګوډ يم. ما خپل نوکر ته ووئيل چې زما خر کته کړى نو چې زۀ تا سره لاړ شم، خو هغۀ ما سره دوکه وکړه.</verse>
				<verse number="27">بادشاه سلامت، هغۀ زما په حقله تا ته دروغ وئيلى دى، خو تۀ د خُدائ پاک د فرښتې په شان يې او چې تا ته څۀ ټيک ښکارى نو هغه وکړه.</verse>
				<verse number="28">بادشاه سلامت، زما د پلار مکمل خاندان د دې حقداره ده چې ووژلے شى، خو تا زۀ د دې حقدار کړم چې ستا د دسترخوان روټۍ وخورم. بادشاه سلامت، زۀ هيڅ حق نۀ لرم چې تا ته د رحم فرياد وکړم.“</verse>
				<verse number="29">بادشاه ورته وفرمائيل، ”تۀ به نور هيڅ نۀ وائې. ما دا فېصله کړې ده چې تۀ او ضيبا به د ساؤل جائيداد په خپلو کښې تقسيم کړئ.“</verse>
				<verse number="30">مفيبوست ورته ووئيل، ”پرېږده چې دا ټول د ضيبا شى. بادشاه سلامت، زما دپاره دا کافى ده چې تۀ په خېر سره کور ته راغلے يې.“</verse>
				<verse number="31">د جِلعاد برزلى هم د راجليم نه راغلے وو چې د بادشاه د اُردن سيند نه پورې وتو کښې ملګرتيا وکړى.</verse>
				<verse number="32">برزلى ډېر بوډا سړے وو چې د اتياو کالو وو. هغه ډېر مالداره وو او کله چې بادشاه په محنايم کښې اوسېدو نو برزلى به خوراک ورلېږلو.</verse>
				<verse number="33">بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”ما سره يروشلم ته لاړ شه، چې کله تۀ ما سره يې نو زۀ به ستا خيال ساتم.“</verse>
				<verse number="34">خو برزلى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ به نور څومره ژوندے يم، چې زۀ تا سره يروشلم ته لاړ شم؟</verse>
				<verse number="35">زۀ د اتياو کالو يم، او يو څيز هم ما له مزه نۀ راکوى. زۀ چې خوراک څښاک کوم نو د هغې په خوند نۀ پوهېږم او زۀ د سندرغاړو آوازونه نۀ اورم. بادشاه سلامت، زۀ به تاسو باندې صِرف بوج يم.</verse>
				<verse number="36">زۀ د داسې يو لوئ اِنعام حقدار نۀ يم، خو زۀ به د اُردن نه اخوا لږ غوندې تا سره لاړ شم.</verse>
				<verse number="37">بيا به زۀ واپس کور ته راشم چې په خپل ښار کښې د خپل مور پلار د اديرې سره نزدې مړ شم. زما زوئ کِمهام دا دے حاضر دے، دے به ستا خِدمت کوى، هغه ځان سره بوځه، بادشاه سلامت. د هغۀ دپاره هغه څۀ کوه چې تا ته ښۀ ښکارى.“</verse>
				<verse number="38">بادشاه ورته وفرمائيل، ”زۀ به هغه ځان سره بوځم او چې تۀ څۀ غواړې نو زۀ به يې د هغۀ دپاره وکړم. او ستا دپاره به هغه څۀ وکړم چې تۀ څۀ غواړې.“</verse>
				<verse number="39">بيا داؤد او د هغۀ ټول سړى د اُردن سيند نه پورې وتل. هغۀ برزلى ښُکل کړو او د هغۀ دپاره يې خپل برکت وغوښتلو او برزلى واپس کور ته لاړو.</verse>
				<verse number="40">کله چې بادشاه پورې وتلو او د يهوداه ټول فوجيان او د اِسرائيل نيم فوجيان ورسره ملګرى وُو، نو هغه جِلجال ته لاړو او کِمهام هم ورسره وو.</verse>
				<verse number="41">بيا ټول اِسرائيليان بادشاه له لاړل او هغۀ ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زمونږ وروڼه يعنې د يهوداه سړى دا خيال ولې کوى چې هغوئ دا حق لرلو چې تا بوځى او چې ستا، ستا د خاندان او ستا د سړو د اُردن نه پورې وتو کښې ملګرتيا وکړى؟“</verse>
				<verse number="42">د يهوداه سړو ورته ووئيل، ”دا مونږ ځکه وکړل چې بادشاه زمونږ خپلوان دے. نو په دې باندې تاسو ولې غصه يئ؟ مونږ د هغۀ په پېسو نۀ خوراک کړے دے او نۀ هغۀ مونږ له څۀ راکړى دى.“</verse>
				<verse number="43">د اِسرائيل خلقو ورته ووئيل، ”تاسو چې څومره دعوىٰ کوئ نو مونږ د هغې يو په لس دعوىٰ کوُو چې داؤد زمونږ نه دے، اګر کۀ هغه ستاسو د نسل نه هم وى. تاسو مونږ ته ولې سپک ګورئ؟ تاسو دا مۀ هېروئ چې مونږ هغه وړومبى خلق وُو چې د بادشاه واپس راوستلو خبره مو کړې وه.“ خو د يهوداه سړى د اِسرائيل د سړو نه په خپلو دعوو کولو کښې ډېر سخت وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">په جِلجال کښې داسې وشول چې د بنيامين د قبيلې يو بدمعاش سړے وو. هغه د بِکرى زوئ وو او نوم يې شيبا وو. هغۀ بيګل وغږولو او چغه يې کړه، ”نۀ به د داؤد نه په ميراث کښې مونږ ته څۀ مِلاو شى او نۀ مونږ ته د هغۀ نه د مِلاوېدو څۀ اُميد شته. اے بنى اِسرائيلو راځئ چې خپلو کورونو ته ځُو.“</verse>
				<verse number="2">نو داسې اِسرائيليانو د داؤد خِلاف بغاوت وکړو او د شيبا سره روان شول، خو د يهوداه سړى وفادار وُو او د اُردن نه تر يروشلم پورې په داؤد پسې لاړل.</verse>
				<verse number="3">کله چې داؤد په يروشلم کښې خپل محل ته ورسېدو، هغۀ هغه لس وېنځې بوتلې چې کومې يې د محل د خيال ساتلو دپاره پرېښې وې او په حِفاظت کښې يې ساتلې وې. هغوئ له يې د ضرورت څيزونه ورکول، خو د هغوئ سره يې څملاستل نۀ کول. په هغوئ باندې ټول عُمر دا پابندى وه چې د کونډو په شان ژوند تېروى.</verse>
				<verse number="4">بادشاه عماسا ته وفرمائيل، ”د يهوداه سړى راغونډ کړه او سبا نه بل سبا د هغوئ سره حاضر شه.“</verse>
				<verse number="5">عماسا د هغوئ د راغونډولو دپاره لاړو، خو چې بادشاه کوم وخت مقرر کړے وو نو هغه هغې له واپس رانۀ غلو.</verse>
				<verse number="6">نو بادشاه ابيشى ته وفرمائيل، ”شيبا به مونږ له د ابى‌سلوم نه زيات مصيبت جوړوى. زما سړى بوځه او په هغۀ پسې لاړ شه، ګنې کېدے شى چې هغه د پَخو دېوالونو والا ښارونه ونيسى او زمونږ نه وتښتى.“</verse>
				<verse number="7">نو د يوآب سړى او محافظان د ابيشى سره د يروشلم نه روان شول چې په شيبا پسې لاړ شى.</verse>
				<verse number="8">چې کله هغوئ په جبعون کښې لوئ ګټ ته ورسېدل نو عماسا ورسره مِلاو شو. يوآب د جنګ دپاره زغره اغوستې وه، تُوره يې په کاش کښې اېښې وه چې په کمربند پورې يې تړلې وه. چې وړاندې راغلو، نو تُوره وغورزېدله.</verse>
				<verse number="9">يوآب عماسا ته ووئيل، ”زما ملګريه څنګه يې؟“ او د چل دپاره يې خپل ښے لاس د هغۀ ږيرې له وروړلو چې ښُکل يې کړى.</verse>
				<verse number="10">چې کومه تُوره د يوآب په بل لاس کښې وه نو هغې ته د عماسا خيال نۀ وو او يوآب هغه ورباندې په خېټه ووهلو او کولمې ترې نه بهر په زمکه وغورزېدې، هغه په ټکى مړ شو او يوآب ته د هغۀ د بيا وهلو ضرورت پېښ نۀ شو. بيا يوآب او د هغۀ ورور ابيشے په شيبا پسې روان شول.</verse>
				<verse number="11">د يوآب يو سړے د عماسا د لاش سره ودرېدو او آواز يې وکړو، ”څوک چې د يوآب او داؤد ملګرتيا کوى نو هغوئ دې په يوآب پسې روان شى.“</verse>
				<verse number="12">د عماسا لاش په وينو کښې لت پت وو او د سړک په مينځ کښې پروت وو. د يوآب سړى دا وليدل چې هر يو کس ورته د تماشې دپاره ودريږى، نو هغۀ لاش د سړک نه پټى ته راښکلو او څادر يې ورباندې واچولو.</verse>
				<verse number="13">کله چې هغه لاش د سړک نه لرې کړے شو، نو هر يو کس د يوآب سره په شيبا پسې روان شو.</verse>
				<verse number="14">شيبا د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو د علاقې نه تېر شو او د ابيل‌بيت‌معکه ښار ته راغلو او د بِکرى د قبيلې کسان راغونډ شول او په هغۀ پسې ښار ته ننوتل.</verse>
				<verse number="15">د يوآب سړى خبر شول چې شيبا هلته دے، نو هغوئ لاړل او ښار يې محاصره کړو. هغوئ بهرنى دېوالونو ته د خاورو ډېرى جوړ کړل او دېوال کنستل يې هم شروع کړل چې دا راوغورزيږى.</verse>
				<verse number="16">هلته په ښار کښې يوه هوښياره ښځه وه چې هغې د دېوال نه چغه کړه، ”اے خلقو واورئ. يوآب ته ووايئ چې دلته راشى، زۀ د هغۀ سره خبرې کول غواړم.“</verse>
				<verse number="17">نو يوآب لاړو او هغې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ يوآب يې څۀ؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”آو، زۀ يوآب يم.“ هغې ورته ووئيل، ”صاحِبه، زما خبره واوره.“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ اورم وايه.“</verse>
				<verse number="18">هغې ورته ووئيل چې، ”په خوا به خلقو وئيل، لاړ شه او د ابيل په ښار کښې به درته د مسئلې حل مِلاو شى، نو چې هغوئ به لاړل نو مسئله به حل شوه.</verse>
				<verse number="19">زمونږ يو عظيم ښار دے، چې په بنى اِسرائيل کښې ډېر د وفا او امن نه ډک دے. دا تۀ ولې تباه کوې؟ تۀ هغه څۀ ورانول غواړې څۀ چې د مالِک خُدائ دى؟“</verse>
				<verse number="20">يوآب ورته ووئيل، ”هيچرې نه. زۀ به ستاسو ښار هيڅکله تباه او وران نۀ کړم.</verse>
				<verse number="21">زمونږ منصوبه دا نۀ ده. د يو سړى نوم شيبا دے چې هغه د بِکرى زوئ دے، هغه د غرونو د مُلک د اِفرائيم دے، هغۀ د داؤد بادشاه خِلاف بغاوت شروع کړے دے. بس دا يو سړے ما له په لاس کښې راکړه، نو زۀ به د ښار نه ووځم.“ هغې ورته ووئيل، ”مونږ به د هغۀ سر تا ته د دېوال نه دروغورزوُو.“</verse>
				<verse number="22">بيا هغه د خپلې منصوبې سره د ښار خلقو له لاړه، هغوئ د شيبا سر پرې کړو او يوآب ته يې د دېوال نه وروغورزولو. هغۀ د دې دپاره بيګل وغږولو چې د هغۀ سړى د ښار نه لاړ شى، نو هغوئ واپس کورونو ته لاړل. او يوآب واپس بادشاه له يروشلم ته راغلو.</verse>
				<verse number="23">يوآب د اِسرائيلو د لښکر مشر وو، د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو،</verse>
				<verse number="24">ادورام د هغه مزدورانو مشر وو چې په زور کار ترې نه اخستے شو، د اخيلود زوئ يهوسفط منشى وو،</verse>
				<verse number="25">سِوا د دربار منشى وو، صدوق او ابياتار اِمامان وُو،</verse>
				<verse number="26">او د يائير د ښار عيرا هم د داؤد يو اِمام وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">د داؤد په بادشاهۍ کښې درې کاله ډېر سخت قحط وو. نو داؤد د مالِک خُدائ سره د دې په حقله خبره وکړه او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ساؤل او د هغۀ خاندان خُون کړے دے، ځکه چې هغۀ د جبعون قبيلې خلق ووژل.“</verse>
				<verse number="2">(د جبعون خلق اِسرائيليان نۀ وُو، هغوئ د اموريانو ژوندۍ پاتې شوې يوه وړه ډله وه او اِسرائيلو دا لوظ کړے وو چې هغوئ به ژوندى پرېږدى خو ساؤل د يهوداه او د اِسرائيل د قوم پرستۍ په وجه غوښتل چې اموريان تباه کړى.)</verse>
				<verse number="3">نو داؤد د جبعون خلق راوغوښتل او هغوئ ته يې ووئيل، ”زۀ ستاسو دپاره څۀ وکړم؟ تاسو سره چې کومه غلطى شوې وه نو زۀ د هغې تاوان درکول غواړم، نو چې تاسو د مالِک خُدائ د خلقو دپاره برکت وغواړئ.“</verse>
				<verse number="4">هغوئ جواب ورکړو، ”د ساؤل او د هغۀ د خاندان سره زمونږ لانجه په سپينو او سرو زرو باندې نۀ حل کيږى او نۀ مونږ ته دا حق چې يو اِسرائيلے ووژنو.“ داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”نو بيا ستاسو څۀ خيال دے چې ستاسو دپاره څۀ وکړم؟“</verse>
				<verse number="5">هغوئ ورته ووئيل، ”ساؤل زمونږ داسې تباه کول غوښتل چې د اِسرائيل په مُلک کښې زمونږ يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="6">نو د هغۀ د اولاد نه اووۀ نران مونږ ته حواله کړه او مونږ به يې په جبعه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې ووژنو او ځوړند به يې کړُو، چې هغه د مالِک خُدائ د خوښ کړے شوى بادشاه، ساؤل ښار دے.“ نو بادشاه ورته وفرمائيل، ”زۀ به هغوئ تاسو ته حواله کړم.“</verse>
				<verse number="7">خو د مالِک خُدائ په نوم د هغه قسم په وجه چې هغۀ او يونتن د يو بل سره کړے وو، داؤد مفيبوست ژوندے پرېښودو، مفيبوست د ساؤل نمسے او د يونتن زوئ وو.</verse>
				<verse number="8">خو هغۀ ارمونى او مفيبوست بوتلل، د ساؤل دا دوه زامن چې د آيه د لور رِصفخ نه پېدا شوى وُو، هغۀ د ساؤل د لور ميرب پينځۀ زامن هم بوتلل، چې د برزلى د زوئ ادرعى نه يې پېدا شوى وُو، چې هغه د محوله وو.</verse>
				<verse number="9">داؤد هغوئ د جبعون خلقو ته حواله کړل، چې د مالِک خُدائ په مخکښې يې په غرۀ باندې قتل کړل، نو ټول اووۀ واړه په يو ځائ مړۀ شول. سپرلے په ختمېدو وو او د اوربشو لَو شروع وو، چې هغوئ ووژلے شول.</verse>
				<verse number="10">بيا د ساؤل بله ښځه د آيه لور رِصفخ د ټاټ کپړه واخستله چې د ځان دپاره په هغه ګټ باندې څپر جوړ کړى چرته چې مړى پراتۀ وُو او د لَو د شروع کېدو نه واخله د خزان بارانونو د شروع کېدو پورې هغه هلته ايساره شوه. د ورځې به هغې د مړو نه مارغان شړل او د شپې به يې دا د ځنګلى ځناورو نه بچ کول.</verse>
				<verse number="11">چې داؤد خبر شو چې رِصفخ څۀ کړى وُو،</verse>
				<verse number="12">نو هغه لاړو او په جِلعاد کښې يې د يبيس د خلقو نه د ساؤل او د هغۀ د زوئ يونتن هډُوکى واخستل. (هغوئ دا په بيت‌شان کښې د بازار نه پټ کړى وُو، چرته چې فلستيانو لاشونه راځوړند کړى وُو. دا په هغه وخت وُو چې په کومه ورځ هغوئ د جِلبوعه په غرۀ باندې ساؤل وژلے وو.)</verse>
				<verse number="13">داؤد د ساؤل او يونتن او د هغه اوو سړو هډُوکى هم يوړل چې کوم ځوړند کړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="14">بيا هغوئ د بنيامين په علاقه ضِلع کښې د ساؤل پلار قيس په قبر کښې د ساؤل او د يونتن هډُوکى ښخ کړل، هم هغه شان چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو. او د هغې نه پس خُدائ پاک د هغوئ د مُلک دپاره سوال قبول کړو.</verse>
				<verse number="15">د فلستيانو او د اِسرائيل په مينځ کښې يو بل جنګ وشو او داؤد او د هغۀ سړى لاړل او فلستيانو سره يې جنګ وکړو. په يو جنګ کښې داؤد ستړے شو.</verse>
				<verse number="16">د دېوانو د نسل اشبى‌بنوب د زېړو يوه نېزه روانه کړې وه چې تقريباً درې نيم کلو وزن يې وو او يوه نوې تُوره هم ورسره وه، د هغۀ اراده دا وه چې داؤد ووژنى.</verse>
				<verse number="17">خو د ضروياه زوئ ابيشے د داؤد د مدد دپاره راغلو او په دېو باندې يې حمله وکړه او وې وژلو. بيا د داؤد سړو د داؤد نه لوظ واخستلو چې هغه به بيا هيڅکله د هغوئ سره جنګ له نۀ ځى. هغوئ ووئيل، ”تۀ د بنى اِسرائيلو دپاره لکه د رڼا اُميد يې او مونږ دا رڼا ختمېدل نۀ غواړُو.“</verse>
				<verse number="18">د دې نه پس په جوب کښې د فلستيانو سره يو بل جنګ وشو، چې په هغې کښې د حوسى قبيلې سِبکى يو دېو ووژلو چې د هغه دېو نوم سف وو.</verse>
				<verse number="19">د فلستيانو سره يو بل جنګ په جوب کښې وشو او د بيت‌لحم د يائير زوئ اِلحنان د جات جوليت ووژلو چې د هغۀ نېزه د کوټې د ستنې په شان غټه وه.</verse>
				<verse number="20">بيا په جات کښې يو بل جنګ وشو چې په کښې يو دېو وو چې د هغۀ د هر لاس او د هرې پښې شپږ شپږ ګوتې وې.</verse>
				<verse number="21">هغۀ په اِسرائيليانو پورې خندا وکړه او د داؤد ورور د سِمعه زوئ، يونتن هغه ووژلو.</verse>
				<verse number="22">دا څلور د جات د دېوانو اولاد وو او داؤد او د هغۀ سړو دوئ وژلى وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">کله چې مالِک خُدائ داؤد د ساؤل او خپلو نورو دشمنانو نه بچ کړو، نو داؤد د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې دا وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”مالِک خُدائ زما ساتونکے دے، هغه زما د مضبوطې قلعې په شان دے، او هغه زما خلاصونکے دے.</verse>
				<verse number="3">زما خُدائ پاک زما د حِفاظت ځائ دے. او د هغۀ سره په حِفاظت کښې يم. هغه ما د ډال په شان بچ کوى، هغه زما دِفاع کوى او بچ مې ساتى. هغه زما خلاصونکے دے، هغه زما ساتنه کوى او د زور ظلم نه مې بچ کوى.</verse>
				<verse number="4">زۀ مالِک خُدائ ته سوال کوم، او هغه مې د دشمنانو نه بچ کوى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.</verse>
				<verse number="5">د مرګ ټولې چپې زما ګېرچاپېره وې، د تباهۍ سېلاب زۀ راګېر کړم.</verse>
				<verse number="6">د مرګ خطره زما نه تاو وه، او قبر زما دپاره خپل دام خور کړے وو.</verse>
				<verse number="7">په تکليف کښې ما مالِک خُدائ ته چغه کړه، ما خُدائ پاک ته د مدد دپاره سوال وکړو. د هغۀ د کور نه هغۀ زما آواز واورېدو. د مدد دپاره هغۀ زما فرياد واورېدو.</verse>
				<verse number="8">بيا زمکه ولړزېده او وخوځېده، د آسمان بنيادونه وخوځېدل او ودرزېدل ځکه چې خُدائ پاک غصه وو.</verse>
				<verse number="9">د هغۀ د سپېږمو نه لوګے راووتلو، او يوه تباه کوونکې لمبه او بل سکارۀ د هغۀ د خولې نه راووتل.</verse>
				<verse number="10">هغۀ آسمان وشلولو او لاندې راغلو، د هغۀ د پښو لاندې يوه توره تيارۀ وه.</verse>
				<verse number="11">هغه د وزرو والا په خپل مخلوق باندې تېز والوتلو، هغۀ د هوا په وزرو باندې سفر وکړو.</verse>
				<verse number="12">هغۀ خپل ځان په تيارۀ کښې پټ کړو، د اوبو نه ډکه تکه توره وريځ د هغۀ نه ګېرچاپېره تاو شوه،</verse>
				<verse number="13">د هغۀ په وړاندې د برېښنا نه بلو سکارو لمبه وکړه.</verse>
				<verse number="14">بيا مالِک خُدائ د تندر په شان شو، او د خُدائ تعالىٰ آواز واورېدے شو.</verse>
				<verse number="15">هغۀ خپل غشى وويشتل او دشمنان يې خوارۀ وارۀ کړل، د برېښنا د پړق سره يې هغوئ وزغلول.</verse>
				<verse number="16">د سمندر بېخ راڅرګند شو. او د زمکې بنيادونه راښکاره شول کله چې مالِک خُدائ خپل دشمنان ورټل او په غصه کښې په هغوئ باندې وغورېدو.</verse>
				<verse number="17">نو مالِک خُدائ د بره نه راورسېدو او زۀ يې ونيولم، هغۀ د ډېرو اوبو نه بهر راوويستلم.</verse>
				<verse number="18">هغۀ زۀ د خپلو زورَورو دشمنانو نه بچ کړم او د هغه ټولو نه چې زما نه يې نفرت کولو، هغوئ زما دپاره ډېر زيات طاقتور وُو.</verse>
				<verse number="19">کله چې زۀ په تکليف کښې وم نو هغوئ په ما حمله وکړه، خو مالِک خُدائ زۀ بچ کړم.</verse>
				<verse number="20">هغۀ زۀ د خطرې نه راوويستلم هغۀ زۀ ځکه بچ کړم چې زما نه رضا وو.</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ ما له اجر راکوى ځکه چې زۀ هغه څۀ کوم چې څۀ حق وى، هغه ما له برکت راکوى ځکه چې زۀ بې‌ګناه يم.</verse>
				<verse number="22">ما د مالِک خُدائ قانون منلے دے، زۀ د خُدائ پاک نه نۀ يم اوړېدلے.</verse>
				<verse number="23">ما د هغۀ ټول قوانين منلى دى، ما د هغۀ د حُکمونو نافرمانى نۀ ده کړې.</verse>
				<verse number="24">هغۀ ته پته ده چې زۀ صفا يم، ځکه چې ما ځان د ګناه نه ساتلے دے.</verse>
				<verse number="25">او هغه ما له ځکه اجر راکوى چې هغه څۀ کوم چې صحيح وى. ځکه چې هغۀ ته پته ده چې زۀ بې‌ګناه يم.</verse>
				<verse number="26">مالِکه خُدايه، تۀ د هغه خلقو سره وفادار يې چې څوک ستا وفادار وى، او چې څوک ښۀ وى نو تۀ د هغوئ سره ښۀ يې.</verse>
				<verse number="27">چې څوک صفا خلق وى نو تۀ د هغوئ سره صفا يې، خو تۀ د بدعملو سره سخت يې.</verse>
				<verse number="28">تۀ هغه څوک بچ کوې چې څوک عاجز وى. خو تۀ هغه څوک عاجزان کوې چې څوک مغرور وى.</verse>
				<verse number="29">مالِکه خُدايه، تۀ زما رڼا يې، تۀ زما تيارې لرې کوې.</verse>
				<verse number="30">تۀ ما له طاقت راکوې چې په دشمن حمله وکړم او طاقت راکوې چې د هغوئ په دېوالونو باندې ورواوړم.</verse>
				<verse number="31">دا خُدائ پاک دے، چې د هغۀ کارونه څومره مکمل دى، د هغۀ کلام څومره اعتبارى دے. هغه د ډال په شان دے د هغه هر چا دپاره دے چې څوک يې پناه لټوى.</verse>
				<verse number="32">مالِک خُدائ يواځې خُدائ پاک دے خُدائ پاک يواځې زمونږ د پناه ځائ دے.</verse>
				<verse number="33">دا خُدائ پاک زما مضبوط د پناه ځائ دے، هغه زما لاره سموى.</verse>
				<verse number="34">هغه ما د هوسۍ په شان تېزوى. هغه ما په غرونو کښې په حِفاظت کښې ساتى.</verse>
				<verse number="35">هغه ما له د جنګ تربيت راکوى، نو چې داسې زۀ د ټولو نه مضبوط غشے اوچلوم.</verse>
				<verse number="36">مالِکه خُدايه، ما بچ کړه او زما حِفاظت وکړه، ستا د مدد په وجه زۀ تکړه شوے يم.</verse>
				<verse number="37">تا زما دپاره لار پراخه کړې ده، نو ځکه زما پښې کله هم نۀ دى ښوئېدلې.</verse>
				<verse number="38">زۀ په خپل دشمن پسې ځم او شکست ورکوم، تر هغې پورې نۀ ودرېږم چې تباه کړې مې نۀ وى.</verse>
				<verse number="39">زۀ هغوئ وغورزوم او هغوئ پاڅېدے نۀ شى، هغوئ زما د پښو لاندې پرېوتى وى.</verse>
				<verse number="40">تۀ ما له د جنګ دپاره طاقت راکوې او په خپلو دشمنانو باندې فتح راکوې.</verse>
				<verse number="41">تۀ زما نه زما دشمن زغلوې، او چې څوک زما نه نفرت کوى نو هغه تباه کوم.</verse>
				<verse number="42">هغوئ د مدد دپاره وکتل، خو هيچا هم هغوئ بچ نۀ کړل، هغوئ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو، خو هغۀ جواب ورنۀ کړو.</verse>
				<verse number="43">ما هغوئ مېده کړل او هغوئ د خاورې په شان شول، د کوڅې د خاورې په شان ما په هغوئ پښه راښکله.</verse>
				<verse number="44">تا زۀ د خپلو سرکشو خلقو نه بچ کړم او زما بادشاهى دې په قومونو باندې په خپل ځائ وساتله، کوم خلق چې ما نۀ پېژندل هغوئ زما د بادشاهۍ لاندې راغلى دى.</verse>
				<verse number="45">مسافر زما په وړاندې ټيټيږى، کله چې هغوئ زما نه خبر شى، هغوئ زما تابعدارى کوى.</verse>
				<verse number="46">هغوئ خپله حوصله بائيلى او د خپلو محفوظو ځايونو نه په ريږدېدو راځى.</verse>
				<verse number="47">مالِک خُدائ ژوندے دے. زما د حِفاظت کوونکى ثناء صِفت دې وى. د هغه تکړه خُدائ پاک د لويئ اِعلان وکړئ چې هغۀ زۀ بچ کړم.</verse>
				<verse number="48">هغه ما له په خپلو دشمنانو باندې فتح راکوى، هغه قومونه زما لاندې راولى</verse>
				<verse number="49">او هغه ما د خپل دشمن نه بچ کوى. اے مالِکه خُدايه، ما له په خپلو دشمنانو باندې فتح راکړه او ما د ظالمانو سړو نه بچ کړه.</verse>
				<verse number="50">نو چې په قومونو کښې زۀ ستا ثناء صِفت وايم، او زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت بيانوم.</verse>
				<verse number="51">خُدائ پاک خپل بادشاه له فتحې ورکوى، هغۀ چې څوک خوښ کړے دے نو هغۀ ورته خپله مستقله مينه ښودلې ده، داؤد او د هغۀ اولاد ته يې همېشه ښائى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">د يَسى زوئ داؤد هغه سړے وو چې خُدائ پاک ورله شان او شوکت ورکړے وو، چې د يعقوب خُدائ پاک هغه د دې دپاره خوښ کړو چې بادشاه شى او هغه د بنى اِسرائيلو دپاره مشهور ثناء خوان هم وو. د داؤد آخرى خبرې دا وې:</verse>
				<verse number="2">”د مالِک خُدائ روح زما په ذريعه خبرې کوى، د هغۀ پېغام زما په ژبه دے.</verse>
				<verse number="3">د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائيلى دى، د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوونکى ما ته فرمائيلى دى، ”هغه بادشاه چې په اِنصاف سره بادشاهى کوى، کوم چې د خُدائ پاک په يره کښې بادشاهى کوى،</verse>
				<verse number="4">هغه داسې دے لکه چې بې‌وريځو سحر کښې نمر پړقيږى، هغه نمر چې د باران نه پس واښۀ ځلوى.“</verse>
				<verse number="5">نو داسې به خُدائ پاک زما اولاد له برکت ورکړى، ځکه چې هغۀ زما سره د تل دپاره لوظ کړے دے، يو داسې لوظ چې هغه به نۀ ماتيږى، يوه وعده چې نۀ به بدليږى. زما بلکل هم دغه خواهش دے، دا به زما خلاصون وى، او بې‌شکه خُدائ پاک به داسې وکړى.</verse>
				<verse number="6">خو بد کاره خلق د غورزولے شوو ازغو په شان وى، چې هيڅ څوک يې هم په خالى لاسونو سره نۀ شى راخستلے.</verse>
				<verse number="7">تۀ به د دې دپاره د اوسپنې آوزار يا د نېزې نه کار اخلې، هغوئ به بېخى وسوزولے شى.“</verse>
				<verse number="8">د داؤد د مشهورو فوجيانو نومونه دا دى: وړومبے د تحُکمون يوشيب بيشبت وو، کوم چې د درېو مشر وو، هغۀ د خپلې نېزې سره د اتو سوو خِلاف جنګ وکړو او هغوئ ټول يې په يو جنګ کښې ووژل.</verse>
				<verse number="9">د هغه درېو مشهورو نه دوېم د اخيو د قبيلې د دودو زوئ اِلى‌عزر وو. يوه ورځ چې فلستيان راغونډ وُو نو هغۀ او داؤد ورته وفرمائيل چې زمونږ سره جنګ وکړئ. نو اِسرائيليان ټول وتښتېدل،</verse>
				<verse number="10">خو هغه ټينګ شو او د فلستيانو سره يې تر دې پورې جنګ وکړو چې لاس يې کار پرېښودو او خپلې تُورې له يې نۀ شو وروړلے. مالِک خُدائ په هغه ورځ باندې لويه فتح وموندله. کله چې دا ختم شو، نو اِسرائيليان اِلى‌عزر له راواپس شول او د مړو دشمنانو نه يې زغرې وويستلې.</verse>
				<verse number="11">د هغه درېو مشهورو نه يو د حرار د اجى زوئ سمه وو. فلستيان لحى کښې راغونډ شوى وُو چرته چې د دالو يو پټے وو. اِسرائيليان د فلستيانو نه وتښتېدل،</verse>
				<verse number="12">خو سمه په پټى کښې ټينګ شو، د دې حِفاظت يې وکړو او فلستيان يې ووژل. مالِک خُدائ په هغه ورځ باندې لويه فتح وموندله.</verse>
				<verse number="13">لَو شروع کېدو ته په نزدې وخت کښې د هغه دېرشو کسانو نه درې د عدولام غار ته لاړل، چرته چې داؤد وو، په دې وخت کښې د فلستيانو فوج د رفائيم په وادۍ کښې خېمې لګولې وې.</verse>
				<verse number="14">په دې وخت کښې داؤد په يو محفوظ ځائ کښې وو او د فلستيانو يوې قبيلې بيت‌لحم قبضه کړے وو.</verse>
				<verse number="15">داؤد ډېر زيات تږے وو او وې فرمائيل، ”زما ډېر ارمان دے چې څوک د بيت‌لحم د دروازې سره کوهى نه ما له څښلو له لږې اوبۀ راوړى.“</verse>
				<verse number="16">هغه درې مشهور فوجيان د فلستيانو کېمپ ته وردننه شول، د کوهى نه يې اوبۀ راوويستلې او داؤد له يې راوړې. خو هغۀ دا ونۀ څښلې، او د څښلو په ځائ يې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه توئ کړې.</verse>
				<verse number="17">او وې فرمائيل، ”مالِکه خُدايه، زۀ دا هيڅکله نۀ شم څښلے. دا به داسې وى لکه چې زۀ د دې سړو وينې څښم چا چې خپل ژوند په خطره کښې واچولو.“ نو هغۀ د دې څښلو نه اِنکار وکړو. دا د هغه درېو مشهورو فوجيانو د بهادرۍ کارنامې وې.</verse>
				<verse number="18">د يوآب ورور ابيشے چې د هغۀ مور ضروياه وه د هغه دېرشو مشر وو. هغۀ د خپلې نېزې سره د درېو سوو سړو خِلاف جنګ وکړو او وې وژل او د دې په وجه هغه د هغه درېو کسانو په شان مشهور شو.</verse>
				<verse number="19">نو هغه د هغه درېو نه زيات عزتمند شو او د هغوئ مشر شو، خو هغه په هغه درېو کسانو کښې شمېر نۀ وو.</verse>
				<verse number="20">د يهويدع زوئ بناياه يو بل مشهور فوجى وو او دے د قبضئيل اوسېدونکے وو، هغۀ ډېرې د بهادرۍ کارنامې وکړې چې په کښې د هغه دوو لويو موآبيانو جنګ کوونکو وژل هم شامل وُو. يوه ورځ چې واوره ورېدله هغه کندې ته کوز شو او يو زمرے يې ووژلو.</verse>
				<verse number="21">هغۀ يو مِصرے هم ووژلو، يو غټ سړے چې نېزه ورسره وه. بناياه په هغۀ باندې د امسا سره حمله وکړه، د مِصرى د لاس نه يې نېزه واخستله او په دې باندې يې ووژلو.</verse>
				<verse number="22">دا د هغه بناياه کارنامې دى چې د هغه درېو تکړه فوجيانو په شان مشهور شو.</verse>
				<verse number="23">هغه په ټولو کښې ښۀ تکړه وو، خو هغه په هغه درېو کښې نۀ شو شمېرلے. داؤد هغه د خپلو محافظانو مشر مقرر کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته يو ځل بيا غصه شو او د داؤد په ذريعه يې په هغوئ مصيبت راوستلو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د اِسرائيل او د يهوداه خلق وشمېره.“</verse>
				<verse number="2">نو داؤد د خپل لښکر مشر يوآب له حُکم ورکړو، ”د خپلو آفسرانو سره د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو ته لاړ شه د يو سر نه تر بل سره پورې وګرځه او خلق وشمېره. زۀ دا معلومول غواړم چې هغوئ څومره دى.“</verse>
				<verse number="3">خو يوآب بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې بنى اِسرائيليان د اوس نه يو په سل نور هم زيات کړى او ژوندے اوسې چې تۀ يې وګورې. خو بادشاه سلامت، تۀ داسې کول ولې غواړې؟“</verse>
				<verse number="4">خو بادشاه په يوآب او د هغۀ په آفسرانو باندې د هغۀ حُکم ومنلو، هغوئ د هغۀ د حضور نه روان شول او د بنى اِسرائيلو خلقو شمېرلو له لاړل.</verse>
				<verse number="5">هغوئ د اُردن سيند نه واوړېدل او د عروعير جنوبى طرف ته يې خېمې ولګولې، دا ښار د جاد په علاقه کښې د يعزير د وادۍ په مينځ کښې وو،</verse>
				<verse number="6">او د حِتيانو په علاقه کښې جِلعاد او قادِس ته روان وُو. بيا هغوئ دان ته لاړل او د دان نه هغوئ نمرپرېواتۀ طرف صيدا ته لاړل.</verse>
				<verse number="7">بيا هغوئ جنوبى طرف ته د پَخو دېوالونو ښار صور ته لاړل او هم هغسې د حِويانو او کنعانيانو ټولو ښارونو ته هم لاړل او په آخر کښې د يهوداه په جنوبى برخه کښې بيرسبع ته لاړل.</verse>
				<verse number="8">نو نهۀ مياشتې او شل ورځې پس هغوئ يروشلم ته راواپس شول، چې په ټول مُلک کښې يې سفر کړے وو.</verse>
				<verse number="9">هغوئ بادشاه له د هغه ټولو سړو شمېر ورکړو چا چې جنګ کولے شو، اتۀ لاکه سړى په اِسرائيل کښې او پينځۀ لاکه په يهوداه کښې وُو.</verse>
				<verse number="10">خو چې کله داؤد مردم‌شمارى وکړه نو خپل ضمير هغه ملامته کول شروع کړل او هغۀ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”ما چې څۀ کړى دى نو دا مې يوه سخته ګناه کړې ده، مالِکه خُدايه، زما غلطى معاف کړه. ما د کم عقلتوب کار کړے دے.“</verse>
				<verse number="11">د مالِک خُدائ کلام په جاد نازل شو چې داؤد ته پېشګوئې ورکوونکے وو، ”لاړ شه او داؤد ته ووايه چې زۀ هغۀ له درې خوښې ورکوم او هغه دې په هغه درېو سزاګانو کښې يوه خوښه کړى نو زۀ به هم هغه شان وکړم.“ په ورپسې سحر د داؤد د پاڅېدو نه پس،</verse>
				<verse number="12"></verse>
				<verse number="13">جاد هغۀ له لاړو او چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو هغه يې ورته وفرمائيل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”په دې کښې ستا کوم يو خوښ دے؟ ستا په مُلک کښې درې کاله قحط وى يا درې مياشتې چې خپل دشمن نه منډې وهې يا چې درې ورځې ستا په مُلک وبا راشى؟ اوس په دې باندې سوچ وکړه او ما ته ووايه چې مالِک خُدائ چا چې زۀ رالېږلے يم کوم يو جواب يوسم.“</verse>
				<verse number="14">داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. خو زۀ دا نۀ غواړم چې ما له انسان سزا راکړى. پرېږده چې مالِک خُدائ په خپله مونږ له سزا راکړى، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے.“</verse>
				<verse number="15">نو مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې يوه وبا راولېږله، چې د هغه سحر نه واخله تر هغه وخت پورې وه چې کوم يې خوښ کړے وو. د مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې اويا زره بنى اِسرائيليان مړۀ شول.</verse>
				<verse number="16">کله چې د مالِک خُدائ فرښته د يروشلم په تباه کولو باندې وه، نو مالِک خُدائ د خلقو سزا په حقله خپله فېصله بدله کړه او هغه فرښتې ته يې وفرمائيل کومې چې هغوئ وژل، ”بس دے، دا دومره ورله ډېر دى.“ فرښته د يو يبوسى اروناه د درمند سره وه.</verse>
				<verse number="17">داؤد فرښته وليده چې هغې خلق وژل او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل، ”زۀ ګناهګار يم. زۀ هغه کس يم چا چې غلطى کړې ده. دې عاجزو خلقو څۀ کړى دى؟ تا له په کار دى چې ما او زما خاندان له سزا راکړې.“</verse>
				<verse number="18">هم په هغه ورځ جاد داؤد له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”د اروناه درمند ته وخېژه او مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه.“</verse>
				<verse number="19">نو داؤد د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او چې څنګه جاد ورته وئيلى وُو هغه لاړو.</verse>
				<verse number="20">اروناه لاندې وکتل او وې ليدل چې بادشاه او د هغۀ آفسران راروان وُو. هغه د داؤد په مخکښې پړمخې پرېوتو</verse>
				<verse number="21">او تپوس يې وکړو، ”بادشاه سلامت، تۀ دلته د څۀ دپاره راغلې؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”د دې دپاره چې ستا درمند واخلم او مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړم، دا د دې دپاره چې وبا ودريږى.“</verse>
				<verse number="22">اروناه ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، وايې خله او چې څۀ دې خوښ وى نو هغه مالِک خُدائ ته پېش کړه. دا غوَيى دى چې په قربان‌ګاه باندې به يې د نذرانې په توګه وسوزوې، د هغوئ جغونه او د غوبل تختې دا دى چې د سوزولو د لرګو په توګه يې استعمال کړې.“</verse>
				<verse number="23">اروناه هر څۀ بادشاه له ورکړل او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې ستا نذرانه قبوله کړى.“</verse>
				<verse number="24">خو بادشاه ورته وفرمائيل، ”نه، زۀ به د دې قيمت درکوم. زۀ به مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته هغه څۀ په نذرانه کښې نۀ پېش کوم چې مفت مِلاو شى.“ نو هغۀ درمند او غوَيى د سپينو زرو په پنځوسو سيکو باندې واخستل.</verse>
				<verse number="25">بيا هغۀ مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې يې پېش کړې. مالِک خُدائ د هغۀ سوال قبول کړو او په بنى اِسرائيلو کښې وبا بنده شوه.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="11">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">داؤد اوس د ډېر عُمر سړے وو، کۀ په هغۀ باندې به ډيرې بسترې واچولے شوې نو هغه به بيا هم نۀ ګرمېدو.</verse>
				<verse number="2">خپلو آفسرانو هغۀ ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مونږ به يوه پېغله ولټوُو چې تا سره وى او ستا خِدمت کوى. هغه به ستا په څنګ کښې څملى او تا به ګرم ساتى.“</verse>
				<verse number="3">هغوئ په ټولو بنى اِسرائيلو کښې يوې ښُکلې پېغلې پسې وګرځېدل او په شونيم کښې يې يوه داسې جينۍ پېدا کړه چې نوم يې ابى‌شاګ وو او بادشاه له يې راوستله.</verse>
				<verse number="4">هغه ډېره ښائسته وه او د بادشاه خِدمت يې کولو او د هغۀ خيال يې ساتلو، خو د ښځې په توګه يې نۀ استعمالوله.</verse>
				<verse number="5">چې ابى‌سلوم مړ شو نو د داؤد او حجيت مشرے ژوندے زوئ ادونياه وو. هغه ډېر ښائسته سړے وو. داؤد د هغۀ سره هيڅ کله سختى نۀ وه کړې، هغۀ خپل ځان اوچتولو او وئيل يې چې، ”زۀ به بادشاه يم.“ هغۀ د ځان دپاره د جنګى ګاډو، آسونو او د پنځوسو سړو بندوبست کړے وو چې د حِفاظت دپاره ورسره وى.</verse>
				<verse number="6"></verse>
				<verse number="7">هغۀ يوآب (چې د هغۀ مور ضروياه وه) او د ابياتار اِمام سره خبره وکړه او هغوئ په دې راضى شول چې د هغۀ د خبرې ملګرتيا وکړى.</verse>
				<verse number="8">خو صدوق اِمام، د يهويدع زوئ بناياه، ناتن پېغمبر، سِمعى، ريعى او د داؤد محافظان د ادونياه په طرف نۀ وُو.</verse>
				<verse number="9">يوه ورځ ادونياه د عين‌راجل چينې سره نزدې، د مار د ګټ سره د ګډانو، غوَيانو او د څربو سخو قربانى پېش کړه. هغۀ د داؤد بادشاه نورو زامنو او د بادشاه وزيرانو او آفسرانو له دعوت ورکړو کوم چې د يهوداه وُو چې د قربانۍ دې مېلمستيا له راشى،</verse>
				<verse number="10">خو هغۀ خپل ناسکه ورور سليمان، ناتن پېغمبر، بناياه او د بادشاه محافظانو له دعوت ورنۀ کړو.</verse>
				<verse number="11">ناتن د سليمان مور بت‌‌سبع له لاړو او د هغې نه يې تپوس وکړو، ”تۀ خبر نۀ يې څۀ چې د حجيت زوئ ادونياه خپل ځان بادشاه جوړ کړے دے؟ او داؤد د دې نه خبر هم نۀ دے.</verse>
				<verse number="12">کۀ تۀ خپل ژوند او خپل زوئ سليمان بچ کول غواړې نو زۀ به يوه مشوره درکړم.</verse>
				<verse number="13">داؤد بادشاه له فوراً لاړه شه او تپوس ترې نه وکړه چې، بادشاه سلامت، تا زما سره دا پوخ لوظ نۀ وو کړے څۀ چې زما زوئ سليمان به ستا نه پس بادشاه جوړوې؟ نو دا ادونياه ولې بادشاه شو؟“</verse>
				<verse number="14">او ناتن دا هم وفرمائيل، ”چې کله تۀ د داؤد بادشاه سره خبرې کوې، نو زۀ به درشم او ستا ټولې خبرې به رښتيا کړم.“</verse>
				<verse number="15">نو بت‌‌سبع د بادشاه مِلاوېدو له د بادشاه کوټې ته ورغله. هغه ډېر بوډا شوے وو او شونيمى ښځې ابى‌شاګ د بادشاه خِدمت کولو.</verse>
				<verse number="16">بت‌‌سبع د بادشاه په مخکښې ټيټه شوه او په زمکه پړمخې پرېوته او هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره څۀ وکړم؟“</verse>
				<verse number="17">هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، تا د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم زما سره پوخ لوظ کړے وو چې زما زوئ سليمان به ستا نه پس بادشاه وى او ستا په تخت باندې به ناست وى.</verse>
				<verse number="18">خو ګوره، ادونياه بادشاه شوے دے او صاحِبه، تۀ د دې نه خبر هم نۀ يې.</verse>
				<verse number="19">هغۀ د ډېرو غوَيانو، ګډو او څربو سخو قربانى پېش کړې ده او هغۀ ستا زامنو، ابياتار اِمام او ستا د لښکر مشر يوآب له د مېلمستيا دعوت ورکړے دے، خو هغۀ ستا زوئ سليمان له دعوت نۀ دے ورکړے.</verse>
				<verse number="20">بادشاه سلامت، د بنى اِسرائيلو ټول خلق ستا په طمع دى چې هغوئ ته ووائې چې ستا نه پس به څوک بادشاه جوړيږى.</verse>
				<verse number="21">کۀ تۀ داسې ونۀ کړې نو چې تۀ څنګه وفات شې نو ما سره او زما د زوئ سليمان سره به د مجرمانو په شان سلوک کيږى.“</verse>
				<verse number="22">د هغې خبرې جارى وې چې ناتن محل ته راورسېدو.</verse>
				<verse number="23">بادشاه خبر شو چې پېغمبر هلته دے، ناتن لاړو او د بادشاه په مخکښې ټيټ شو او پړمخې پرېوتو.</verse>
				<verse number="24">بيا هغۀ وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، تا دا اِعلان کړے دے چې ستا نه پس به ادونياه بادشاه وى؟</verse>
				<verse number="25">هغه نن تلے دے او د غوَيانو، ګډو او د څربو سخو قربانى يې پېش کړې ده. هغۀ ستا ټولو زامنو، ستا د لښکر مشر يوآب او ابياتار اِمام له دعوت ورکړے دے او وګوره هغوئ د هغۀ سره په روټۍ کښې شريک دى او چغې وهى چې ادونياه بادشاه زنده‌باد.</verse>
				<verse number="26">خو بادشاه سلامت، هغۀ ما، صدوق اِمام، بناياه او سليمان له دعوت رانۀ کړو.</verse>
				<verse number="27">بادشاه سلامت، تا د دې مېلمستيا اجازت ورکړے دے؟ خپلو وزيرانو او آفسرانو ته دې هم ونۀ وئيل چې ستا نه پس به بادشاه څوک وى؟“</verse>
				<verse number="28">داؤد بادشاه وفرمائيل، ”بت‌‌سبع ته ووايئ چې دننه راشى.“ نو راغله او د هغۀ په مخکښې ودرېده.</verse>
				<verse number="29">بيا هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ تا ته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم، چې هغۀ زۀ د ټولو مصيبتونو نه بچ کړے يم،</verse>
				<verse number="30">نن به زۀ تا سره هغه لوظ پوره کوم چې ما درسره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په نوم کړے دے، چې ستا زوئ سليمان به زما نه پس هم نن د بادشاهۍ په تخت کښېنى.“</verse>
				<verse number="31">بت‌‌سبع ورته ټيټه شوه، پړمخې پرېوتله او وې وئيل، ”بادشاه سلامت دې تل تر تله ژوندے وى.“</verse>
				<verse number="32">بيا داؤد بادشاه صدوق اِمام، ناتن پېغمبر او د يهويدع بناياه راغوښتل. کله چې هغوئ دننه راغلل،</verse>
				<verse number="33">نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زما د دربار آفسران د ځان سره بوځئ، زما زوئ سليمان دې زما په قچره باندې سور شى او لاندې د جيحون چينې پورې د هغۀ ملګرتيا وکړئ،</verse>
				<verse number="34">چرته چې صدوق اِمام او ناتن پېغمبر هغه د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه سر په تېلو غوړ کړى نو بيا بيګل وغږوئ او چغې کړئ چې سليمان بادشاه زنده‌باد.</verse>
				<verse number="35">په هغۀ پسې واپس دلته راشئ چې کله هغه زما په تخت باندې د کښېناستو دپاره راځى. هغه به زما نه پس بادشاه وى، ځکه چې هغه ما خوښ کړے دے چې د اِسرائيل او يهوداه بادشاه شى.“</verse>
				<verse number="36">بناياه ورته ووئيل، ”هم داسې به وشى او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې دا خبره يقينى کړى.</verse>
				<verse number="37">بادشاه سلامت، څنګه چې مالِک خُدائ ستا مل دے نو د سليمان دې هم مل شى او د هغۀ بادشاهى دې ستا نه هم زياته بختوره کړى.“</verse>
				<verse number="38">نو صدوق، ناتن او بناياه روان شول او د داؤد محافظان يې د ځان سره کړل. سليمان د داؤد بادشاه په قچره سور وو او د جيحون چينې پورې يې د هغۀ ملګرتيا وکړه.</verse>
				<verse number="39">صدوق د زيتُونو هغه تېل واخستل چې کوم يې د مالِک خُدائ د حضور د خېمې نه راوړى وُو او د سليمان سر يې په تېلو غوړ کړو. هغوئ بيګل وغږولو او ټولو خلقو چغه کړه، ”سليمان بادشاه زنده‌باد.“</verse>
				<verse number="40">بيا ټول خلق ورپسې روان شول، د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې او شپېلۍ يې غږولې، دومره زيات شور يې کولو چې زمکه يې خوځوله.</verse>
				<verse number="41">کله چې ادونياه او د هغۀ ټولو مېلمنو روټۍ ختموله، نو هغوئ شور واورېدو. او کله چې يوآب د بيګل آواز واورېدو نو تپوس يې وکړو، ”په ښار کښې د دې شور څۀ مطلب دے؟“</verse>
				<verse number="42">هغۀ لا خبره ختمه کړې نۀ وه چې د ابياتار اِمام زوئ يونتن راورسېدو. ادونياه ورته ووئيل، ”دننه راشه، ستا په شان ښۀ سړے به خامخا يو ښۀ زېرے راوړى.“</verse>
				<verse number="43">يونتن ورته ووئيل، ”نه، دا خبره نشته داؤد سليمان بادشاه جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="44">هغۀ صدوق، ناتن، بناياه او شاهى محافظان راوغوښتل چې د هغۀ ملګرتيا وکړى. هغوئ هغه د بادشاه په قچره باندې سور کړو،</verse>
				<verse number="45">صدوق او ناتن هغه د جيحون چينې سره د بادشاه په توګه مقرر کړو. بيا هغوئ ښار ته لاړل، د خوشحالۍ نه يې دا چغې وهلې چې اوس خلق په جوش کښې دى. دا هغه شور دے چې تۀ يې اورې.</verse>
				<verse number="46">نو سليمان اوس بادشاه شوے دے او د بادشاهۍ په تخت ناست دے.</verse>
				<verse number="47">بله خبره دا چې د دربار آفسران خپل بادشاه داؤد له عزت ورکولو دپاره دننه ورغلل او ورته يې ووئيل، ستا خُدائ پاک دې سليمان ستا نه هم زيات مشهور کړى او د سليمان بادشاهى دې ستا نه هم زياته بختوره شى. بيا داؤد بادشاه په خپل کټ کښې د عبادت دپاره ټيټ شو.</verse>
				<verse number="48">او بادشاه دا هم وفرمائيل، راځئ، د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړُو، چې هغۀ زما د اولاد نه يو کس زما نه پس بادشاه جوړ کړو او هغۀ زۀ ژوندے پرېښودم چې دا وګورم.“</verse>
				<verse number="49">بيا د ادونياه ټول مېلمانۀ ويرېدل، هغوئ پاڅېدل او لاړل، هر يو په خپله مخه لاړو.</verse>
				<verse number="50">ادونياه چې د سليمان نه سخت په يره کښې وو، هغه د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته تېز لاړو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره د قربان‌ګاه ښکر يې ونيول.</verse>
				<verse number="51">سليمان بادشاه خبر شو چې ادونياه د هغۀ نه ويرېدو او د قربان‌ګاه ښکر يې ونيول او ادونياه وئيل، ”وړومبۍ خبره دا ده چې سليمان بادشاه ما ته قسم وکړى چې هغه به ما نۀ وژنى.“</verse>
				<verse number="52">سليمان ورته وفرمائيل، ”کۀ هغه وفادار وى، نو د هغۀ د سر يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى، خو کۀ هغه لانجې جوړوى، نو مړ به شى.“</verse>
				<verse number="53">سليمان بادشاه ادونياه راغوښتو او د قربان‌ګاه نه راکوز کړے شو. ادونياه بادشاه له لاړو او د هغۀ په مخکښې ټيټ شو او بادشاه هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ کور ته ځان ورسوه.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">کله چې داؤد د مرګ په حالت کښې وو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او وصيت يې ورته وکړو،</verse>
				<verse number="2">”زما وخت پوره دے، تکړه سړے شه او حوصله مضبوطه کړه.</verse>
				<verse number="3">او هغه څۀ کوه چې مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک يې حُکم درکوى. او د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منه، لکه څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى، بيا چې چرته هم ځې نو په هر کار کښې به کامياب يې.</verse>
				<verse number="4">کۀ تۀ د هغۀ فرمانبردارى کوې نو مالِک خُدائ به هغه لوظ پوره کړى چې ما ته يې فرمائيلى وُو چې زما اولاد به تر هغې پورې په بنى اِسرائيلو بادشاهى کوى چې هغوئ په وفادارۍ سره د زړۀ د اخلاصه د هغۀ حُکمونه منى.</verse>
				<verse number="5">د دې نه علاوه تا ته پته ده چې يوآب زما سره څۀ وکړل چې د بنى اِسرائيلو د لښکر دوه مشران يې ووژل، يعنې د نير زوئ ابنير او د يتر زوئ عماسا. تا ته ياد دى چې هغوئ يې د امن په وخت کښې د بدل اخستلو دپاره ووژل. يوآب بې‌ګناه سړى ووژل او چې څۀ يې کړى وُو نو ذمه وارى يې په خپل سر ده.</verse>
				<verse number="6">د خپل عقل نه کار واخله، هغه مۀ پرېږده چې سپين‌ږيرے شى او په خپل مرګ مړ شى.</verse>
				<verse number="7">خو د جِلعاد د برزلى زامنو ته خپله مِهربانى وښايه او د هغوئ خيال وساته، ځکه چې زۀ کله ستا ورور ابى‌سلوم نه تښتېدم نو هغوئ په ما مهربانه وُو.</verse>
				<verse number="8">په بنيامين کښې د بحوريم ښار د جيرا زوئ سِمعى هم دے. کله چې زۀ محنايم ته تلم نو هغۀ ما ته سختې ښېرې کولې، خو چې کله هغه د اُردن سيند سره ما سره مِلاو شو، نو ما د مالِک خُدائ په نوم د سِمعى سره پوخ لوظ وکړو چې زۀ به هغه نۀ وژنم.</verse>
				<verse number="9">تر څو چې دې سزا نۀ وى ورکړې چې هغه پرې نۀ ږدې. ځکه چې تۀ د حِکمت خاوند يې او تا ته به پته ولګى چې څۀ کول په کار دى، او تۀ به دا خبره يقينى کوې چې هغه په سخت مرګ مړ شى.“</verse>
				<verse number="10">نو داؤد وفات شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو.</verse>
				<verse number="11">څلوېښت کاله هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه وو، اووۀ کاله يې په حبرون کښې او درې دېرش کاله يې په يروشلم کښې بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="12">سليمان د خپل پلار داؤد نه پس بادشاه شو او د هغۀ بادشاهى مضبوطه قائمه شوه.</verse>
				<verse number="13">بيا ادونياه چې د هغۀ مور حجيت وه، بت‌‌سبع له لاړه چې هغه د سليمان مور وه. هغې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د خېر دپاره راغلې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”آو.“</verse>
				<verse number="14">هغۀ بيا دا هم ووئيل، ”زۀ تا ته يو عرض کوم.“ هغې ورته ووئيل، ”څۀ دى، ووايه؟“</verse>
				<verse number="15">هغۀ ورته ووئيل، ”تا ته پته ده چې بادشاهى زما حق وو او ټولو بنى اِسرائيلو غوښتل چې زۀ بادشاه جوړ شم. خو خبره بدله شوه او زما ورور بادشاه شو، ځکه چې دا د مالِک خُدائ مرضى وه.</verse>
				<verse number="16">او اوس زۀ يو عرض کول غواړم، مِهربانى وکړه چې اِنکار ونۀ کړې.“ بت‌‌سبع ورته ووئيل، ”ووايه.“</verse>
				<verse number="17">هغۀ ورته ووئيل، ”مِهربانى وکړه چې سليمان بادشاه ته ووايه، ما ته پته ده چې هغه به تا ته اِنکار نۀ کوى، چې هغه ما پرېږدى چې شونيمى ښځه ابى‌شاګ وادۀ کړم.“</verse>
				<verse number="18">هغې ورته ووئيل، ”ټيک ده، زۀ به د بادشاه سره ستا دپاره خبره وکړم.“</verse>
				<verse number="19">نو بت‌‌سبع بادشاه له لاړه چې د هغۀ سره د ادونياه دپاره خبره وکړى. بادشاه پاڅېدو چې خپلې مور ته ستړى مشى وکړى او د هغې په مخکښې ټيټ شو. بيا هغه په خپل تخت کښېناستو او د هغې دپاره يې بل تخت راوړو چې د هغۀ ښى طرف ته هغه پرې کښېنى.</verse>
				<verse number="20">هغې ورته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما سره يوه معمولى شان نېکى وکړې، مِهربانى وکړه چې ما ته اِنکار ونۀ کړې.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زما مورې، څۀ وئيل غواړې، زۀ به تا ته اِنکار نۀ کوم.“</verse>
				<verse number="21">هغې ورته ووئيل، ”خپل ورور ادونياه پرېږده چې د ابى‌شاګ سره وادۀ وکړى.“</verse>
				<verse number="22">بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ ما ته دا څنګه وائې چې ابى‌شاګ ادونياه له ورکړم؟ کېدے شى دا هم راته ووائې چې هغۀ له تخت هم ورکړه، ځکه چې هغه خو زما مشر ورور دے او ابياتار اِمام او يوآب د هغۀ په طرف دى.“</verse>
				<verse number="23">بيا سليمان د مالِک خُدائ په نوم يو پوخ لوظ وکړو، ”کۀ ما ادونياه ژوندے پرېښودو نو خُدائ پاک دې ما ووژنى.</verse>
				<verse number="24">مالِک خُدائ زۀ د خپل پلار داؤد په تخت مقرر کړے او کښېنولے يم، هغۀ خپله وعده پوره کړې ده او ما او زما اولاد له يې بادشاهى راکړې ده. زۀ په مالِک خُدائ قسم کوم چې نن به ادونياه وژلے شى.“</verse>
				<verse number="25">نو سليمان بناياه له حُکم ورکړو، هغه لاړو او ادونياه يې ووژلو.</verse>
				<verse number="26">بيا سليمان ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”تۀ په عنتوت کښې خپل مُلک ته لاړ شه. تۀ د مرګ حقدار يې، خو زۀ به تا اوس نۀ وژنم، ځکه چې تۀ کله زما د پلار داؤد سره وې نو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق ذمه وار وې او تۀ د هغۀ سره په ټولو تکليفونو کښې شريک وې.“</verse>
				<verse number="27">بيا سليمان ابياتار د مالِک خُدائ د اِمامت د خِدمت نه لرې کړو، نو داسې چې مالِک خُدائ په سيلا کښې د عيلى اِمام او د هغۀ د اولاد په حقله څۀ فرمائيلى وُو هغه يې رښتيا کړل.</verse>
				<verse number="28">يوآب په مخکښېنى بغاوت کښې د ابى‌سلوم ملګرتيا نۀ وه کړې، خو د ادونياه د بغاوت ملګرتيا يې کړې وه. کله چې يوآب د ادونياه د مرګ نه خبر شو، نو يوآب د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته وتښتېدو او د قربان‌ګاه ښکر يې ونيول.</verse>
				<verse number="29">کله چې سليمان خبر شو چې يوآب قربان‌ګاه ته تښتېدلے دے نو سليمان يو پېغام وړونکے ورولېږلو چې تپوس ترې نه وکړى چې قربان‌ګاه ته ولې تښتېدلے يې. يوآب ورته ووئيل چې زۀ مالِک خُدائ له ځکه راتښتېدلے يم چې زۀ د سليمان نه يرېدم. نو سليمان بادشاه بناياه ورولېږلو چې يوآب ووژنى.</verse>
				<verse number="30">بناياه د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته لاړو او يوآب ته يې ووئيل، ”بادشاه تا ته حُکم کوى چې بهر راووځه.“ يوآب ورته ووئيل، ”نۀ، زۀ به دلته مرم.“ بناياه واپس بادشاه له لاړو او چې يوآب څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.</verse>
				<verse number="31">سليمان ورته ووئيل ”هم هغه شان وکړه چې څنګه هغه وائى. هغه ووژنه او ښخ يې کړه، نو داسې ما او زما د پلار کور د هغه ګناه نه پاک کړه چې کومه بې‌ګناه وينه يوآب توئ کړې وه</verse>
				<verse number="32">او مالِک خُدائ به د دې قتلونو په وجه يوآب له سزا ورکړى، کوم يې چې زما د پلار داؤد په ناخبرۍ کښې کړى وُو. يوآب دوه بې‌ګناه سړى ووژل چې د هغۀ نه ښۀ وُو يعنې، ابنير چې د بنى اِسرائيلو د لښکر مشر وو او عماسا چې د يهوداه د لښکر مشر وو.</verse>
				<verse number="33">د هغوئ د قتل ټوله سزا به په يوآب او د هغۀ د اولاد په غاړه د تل دپاره وى. خو مالِک خُدائ به داؤد، د هغۀ اولاد، خاندان او د هغۀ بادشاهۍ له تل خېر ورکوى.“</verse>
				<verse number="34">نو بناياه د مالِک خُدائ د حضور خېمې له لاړو او يوآب يې ووژلو او هغه په صحرا کښې د خپل کور سره ښخ کړے شو.</verse>
				<verse number="35">نو بادشاه د يوآب په ځائ بناياه د فوج مشر جوړ کړو او صدوق اِمام يې د ابياتار په ځائ مشر جوړ کړو.</verse>
				<verse number="36">نو بادشاه سِمعى راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”دلته په يروشلم کښې د ځان دپاره کور جوړ کړه. په هغې کښې اوسېږه او د دې ښار نه چرته هم مۀ ځه.</verse>
				<verse number="37">کۀ تۀ کله هم لاړ شې او د قِدرون ولې نه واوړې نو دا پخه خبره ده چې تۀ به خامخا مړ شې او خُون به ستا په خپله غاړه وى.“</verse>
				<verse number="38">سِمعى ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، تا ډېره ښۀ خبره وکړه، تۀ چې څۀ غواړې نو زۀ به هم هغه کوم.“ نو هغه تر ډېر وخت پورې په يروشلم کښې اوسېدو.</verse>
				<verse number="39">درې کاله وروستو، د سِمعى دوه غلامان د جات بادشاه د معکه زوئ اکيس له وتښتېدل. نو چې سِمعى خبر شو چې هغوئ په جات کښې دى،</verse>
				<verse number="40">نو هغۀ خپل خر کته کړو او په جات کښې اکيس بادشاه له لاړو، چې خپل غلامان ولټوى. هغوئ يې پېدا کړل او واپس يې خپل کور ته راوستل.</verse>
				<verse number="41">کله چې سليمان خبر شو چې سِمعى څۀ کړى وُو،</verse>
				<verse number="42">نو سِمعى يې راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا نه ما د مالِک خُدائ په نوم لوظ نۀ وو اخستے چې تۀ به د يروشلم نه نۀ وځې؟ او ما سخت خبردارے درکړو کۀ تا کله هم داسې وکړل نو خامخا به مړ شې. ولې تۀ په دې باندې ما سره راضى شوے نۀ وې څۀ چې زما حُکم به منې؟</verse>
				<verse number="43">نو بيا تا ولې د مالِک خُدائ سره خپله وعده ماته کړې ده او زما د حُکم نافرمانى دې کړې ده؟</verse>
				<verse number="44">تا ته د هغه ټولو بدو عملونو ډېره ښۀ پته ده چې تا زما پلار داؤد سره کړى دى. مالِک خُدائ به د دې په بدل کښې سزا درکړى.</verse>
				<verse number="45">خو هغه به ما له برکت راکړى او د داؤد بادشاهى به د همېشه دپاره په امن کښې کړى.“</verse>
				<verse number="46">بيا بادشاه بناياه له حُکم ورکړو او بناياه لاړو او سِمعى يې ووژلو. بادشاهى اوس په پوره توګه د سليمان په قابو کښې وه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">سليمان د مِصر بادشاه فِرعون سره اِتحاد وکړو او د هغۀ لور يې وادۀ کړه. هغه يې د داؤد ښار ته راوستله او تر هغې پورې هلته اوسېدله چې ترڅو پورې هغۀ خپل محل، د مالِک خُدائ کور او د يروشلم ګېرچاپېره دېوال جوړول ختم کړى نۀ وُو.</verse>
				<verse number="2">د مالِک خُدائ کور تر اوسه پورې نۀ وو جوړ شوے، نو ځکه خلقو په علاقائى عبادتخانو کښې قربانۍ پېش کولې.</verse>
				<verse number="3">سليمان د مالِک خُدائ سره مينه کوله او د خپل پلار داؤد په خبرو يې عمل کولو، خو هغۀ هم په علاقائى عبادتخانې کښې خوشبويۍ سوزولې او قربانۍ يې پېش کولې.</verse>
				<verse number="4">يوه ورځ هغه د قربانۍ پېش کولو دپاره جبعون ته لاړو چرته چې د قربانۍ مرکزى ځائ وو. هغۀ هلته يو زر سوزېدونکې نذرانې پېش کړې.</verse>
				<verse number="5">په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته په خوب کښې څرګند شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې درکړم؟“</verse>
				<verse number="6">سليمان ورته وفرمائيل، ”تا زما پلار خپل خِدمت کوونکى داؤد ته همېشه ډېره مينه ښودلې ده او هغه په خپل تعلق کښې تا سره نېک، وفادار او صادق وو. تۀ هغۀ ته خپله لويه او نۀ بدلېدونکې مينه تر اوسه پورې ښائې چې هغۀ له دې يو زوئ ورکړو کوم چې د هغۀ په ځائ نن په تخت ناست دے.</verse>
				<verse number="7">مالِکه خُدايه، زما خُدائ پاکه، تا زۀ د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړے يم، اګر چې زۀ د يو وړوکى ماشوم په شان يم او په هيڅ هم نۀ پوهېږم.</verse>
				<verse number="8">زۀ دلته د هغه خلقو په مينځ کښې يم چې تا د خپل ځان دپاره غوره کړى دى. هغه قوم دومره لوئ دے چې د شمېر نه بهر دے.</verse>
				<verse number="9">نو ما له حِکمت راکړه چې ستا په خلقو باندې په اِنصاف سره بادشاهى وکړم او د ښۀ او بد په مينځ کښې فرق وپېژنم. ګنې زۀ به څنګه د دې جوګه شم چې ستا په لوئ قوم باندې بادشاهى وکړم؟“</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ د سليمان په دې غوښتنه باندې خوشحاله شو،</verse>
				<verse number="11">نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تا حِکمت غوښتلے دے چې په اِنصاف سره بادشاهى وکړې او خپل اوږد عُمر، مالدارى او د خپل دشمن مرګ دې نۀ دے غوښتے،</verse>
				<verse number="12">نو په دې وجه به زۀ هغه څۀ وکړم چې تا غوښتى دى. زۀ به تا له دومره ډېر حِکمت او پوهه درکړم چې نۀ به چا ته مخکښې مِلاو شوې وى او نۀ به تا نه وروستو چا ته مِلاو شى.</verse>
				<verse number="13">زۀ به تا له هغه څۀ هم درکړم چې تا نۀ دى غوښتى، ترڅو پورې چې تۀ ژوندے يې نو تۀ به دولتمند او عزتمند يې، نو داسې تۀ به د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يې.</verse>
				<verse number="14">او کۀ تۀ د خپل پلار داؤد په شان زما تابعدارى کوې او زما قانون او حُکمونه پوره کوې، نو زۀ به تا له يو اوږد عُمر درکړم.“</verse>
				<verse number="15">سليمان راويښ شو او پته ورته ولګېده چې خُدائ پاک ورسره په خوب کښې خبرې وکړې. بيا هغه يروشلم ته لاړو او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې ودرېدو او مالِک خُدائ ته يې سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. او د خپلو درباريانو دپاره يې يوه لويه مېلمستيا وکړه.</verse>
				<verse number="16">يوه ورځ دوه کنجرې ښځې راغلې او سليمان بادشاه په مخکښې يې خپل ځانونه پېش کړل.</verse>
				<verse number="17">هغې يوې په کښې ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا ښځه او زۀ په يو کور کښې اوسيږو او چې دا کله هلته وه نو زما يو ماشوم پېدا شو.</verse>
				<verse number="18">زما د زوئ د پېدا کېدو په درېمه ورځ د هغې هم يو ماشوم پېدا شو. په هغه کور کښې صِرف زۀ او هغه وُو او بل هيڅ څوک هم موجود نۀ وُو.</verse>
				<verse number="19">نو يوه شپه هغه په غلطۍ سره هغې خپل ماشوم د اړخ لاندې کړو او د هغۀ ساه يې بنده کړه.</verse>
				<verse number="20">هغه د شپې پاڅېده، چې کله زۀ اوده وم نو هغې زما نه ماشوم واخستلو او په خپل څنګ کښې يې واچولو، بيا هغې هغه مړ ماشوم زما په کټ کښې کېښودو.</verse>
				<verse number="21">په ورپسې سحر کله چې زۀ پاڅېدم او خپل ماشوم له مې تے ورکولو، نو ومې ليدل چې دا خو مړ دے. ما په رڼا کښې ښۀ په غور سره ورته وکتل او پته راته ولګېده چې دا خو زما ماشوم نۀ دے.“</verse>
				<verse number="22">خو هغه بلې ښځې ووئيل، ”نه، ژوندے ماشوم زما دے او دا مړ ماشوم ستا دے.“ نو هغه وړومبۍ ښځې جواب ورکړو، ”نه، مړ ماشوم ستا دے او ژوندے ماشوم زما دے.“ نو داسې هغوئ د بادشاه په وړاندې بحث شروع کړو.</verse>
				<verse number="23">نو سليمان بادشاه وفرمائيل، ”تاسو دواړه دا دعوىٰ کوئ چې ژوندے ماشوم زما دے او مړ ماشوم زما نۀ دے.“</verse>
				<verse number="24">نو هغۀ وفرمائيل چې تُوره راوړه او چې کله تُوره راوړے شوه،</verse>
				<verse number="25">نو هغۀ وفرمائيل، ”دا ژوندے ماشوم دوه ټوټې کړه او هرې يوې له نيم نيم ورکړه.“</verse>
				<verse number="26">د کومې مور چې زوئ ژوندے وو او زړۀ يې د زوئ د مينې نه ډک وو، نو هغې بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا ماشوم مۀ وژنه او هغې له يې ورکړه.“ خو هغې بلې ښځې ووئيل، ”دا ماشوم مونږ يوې له هم مۀ راکوه او دوه ټوټې يې کړه.“</verse>
				<verse number="27">سليمان وفرمائيل، ”ماشوم مۀ وژنه. او هغه ښځې له يې ورکړه چې کومه وائى چې مۀ يې وژنه. هغه يې اصلى مور ده.“</verse>
				<verse number="28">کله چې ټول بنى اِسرائيليان د سليمان د فېصلې نه خبر شول، نو د هغۀ رُعب ورباندې پرېوتو، ځکه چې هغوئ ته نوره پته ولګېده چې خُدائ پاک هغۀ له حِکمت ورکړے دے چې په اِنصاف سره لانجې هوارې کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">سليمان د ټولو بنى اِسرائيلو بادشاه وو،</verse>
				<verse number="2">او دا کسان د هغۀ لوئ آفسران وُو، د صدوق زوئ عزرياه اِمام،</verse>
				<verse number="3">د دربار منشيان، د سيسه زامن اليحورف او اخياه، تاريخ ليکونکى، د اخيلود زوئ يهوسفط،</verse>
				<verse number="4">د لښکر مشر، د يهويدع زوئ بناياه، اِمامان، صدوق او ابياتار،</verse>
				<verse number="5">د ضِلعې د حکمرانانو مشر، د ناتن زوئ عزرياه، شاهى مشير، د ناتن زوئ زبود اِمام،</verse>
				<verse number="6">د محل مشر، اخيسر، د هغه مزدورانو مشر چې په زور کار ترې نه اخستے شو، د عبدا زوئ ادونرام.</verse>
				<verse number="7">سليمان د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې دولس سړى د ضِلعې حکمران مقرر کړل. هغوئ د بادشاه او د هغۀ د خاندان او درباريانو دپاره د خوراک بندوبست کولو. هر يو سړے په کال کښې د يوې مياشتې ذمه وار وو.</verse>
				<verse number="8">دا د هغه دولسو آفسرانو او د هغه ضِلعو نومونه دى چې هغوئ د کومو آفسران وُو. بِن‌حُور، د اِفرائيم د غرونو مُلک،</verse>
				<verse number="9">بِن‌دِقر، مقص، سعلبيم، بيت‌شمس، ايلون، او بيت‌حنان،</verse>
				<verse number="10">بِن‌حصد، د اربوت او شوکه ښارونو او د حِفر د ټولې علاقې،</verse>
				<verse number="11">بِن‌ابينداب چا چې د سليمان لور طافت وادۀ کړې وه، د دور د ټولې علاقې،</verse>
				<verse number="12">د اخيلود زوئ بعنه، د تعنک او مِجدو د ښارونو او بيت‌شان ته نزدې د ټولې علاقې، ضرتان ښار ته نزدې، د يزرعيل ښار جنوبى برخه او د ابيل‌محوله او يقمعام ښار پورې،</verse>
				<verse number="13">بِن‌جبر، په رامات‌جِلعاد کښې د هغه کلو چې د يائير د قبيلې وُو، يائير د منسى اولاد وو، په بسن کښې د ارجوب علاقه، چې ټول شپېتۀ لوئ ښارونه وُو، چې پاخۀ دېوالونه او په دروازو کښې يې د زېړو سيخونه لرل،</verse>
				<verse number="14">د عدو زوئ اخينداب، د محنايم د علاقې،</verse>
				<verse number="15">اخيمعض، چا چې د سليمان يوه بله لور باسمت وادۀ کړې وه، د نفتالى علاقې،</verse>
				<verse number="16">د حوسى زوئ بعنه، د آشر علاقه او د بعلوت ښار،</verse>
				<verse number="17">د فروح زوئ يهوسفط، د يساکار علاقه،</verse>
				<verse number="18">د ايله زوئ سِمعى، د بنيامين علاقه،</verse>
				<verse number="19">د اورى زوئ جابر، د جِلعاد علاقه چې په دې باندې امورى بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج بادشاهى کړې وه. د دې دولسو نه علاوه په دې ټول مُلک باندې يو حکمران وو.</verse>
				<verse number="20">د يهوداه او د اِسرائيل خلق د سمندر په غاړه د شګو په شان بې‌شمېره وُو، هغوئ خوراک څښاک کولو او خوشحاله وُو.</verse>
				<verse number="21">د سليمان په بادشاهۍ کښې د فرات سيند نه واخله تر فلستيانو مُلک او د مِصر د حد پولې پورې ټول قومونه شامل وُو. هغوئ به هغۀ له محصُول ورکولو او چې ترڅو ژوندے وُو نو د هغۀ خِدمت يې کولو.</verse>
				<verse number="22">هغوئ سليمان له هره ورځ تقريباً پينځۀ زره کلو د ښو اوړو او لس زره کېلو مېده بندوبست کولو،</verse>
				<verse number="23">لس په غله باندې ساتلى څاروى، شل په څرېدو ساتلى څاروى او سل ګډې، چې ورسره هوسۍ، باره سينګۍ، غرڅۍ او څاربۀ چرګان هم وُو.</verse>
				<verse number="24">سليمان د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د تِفسَح نه واخله د غزه ښار پورې په ټول مُلک بادشاهى کوله. او هغه د خپلو ټولو ګاونډى مُلکونو سره په امن کښې وو.</verse>
				<verse number="25">چې تر کومې پورې هغه ژوندے وو نو د يهوداه او د اِسرائيل خلق په امن سره اوسېدل، هر خاندان د انګورو باغونه او د اينځرو ونې لرلې.</verse>
				<verse number="26">سليمان د خپلو جنګى ګاډو د آسونو دپاره څلوېښت زره اخورونه لرل او د خپلو فوجيانو دپاره يې دولس زره آسونه لرل.</verse>
				<verse number="27">هغه دولسو حکمرانانو به هر يو په خپله خپله مياشت کښې سليمان بادشاه او د هغۀ ټولو دپاره د خوراک بندوبست کولو چې چا د هغۀ د دسترخوان نه خوراک کولو، هغوئ به د هر څيز داسې بندوبست کولو چې د يو څيز کمے به هم نۀ وو.</verse>
				<verse number="28">هر يو حکمران خپله برخه اوربشې او بوس هم هلته لېږل چرته چې ضرورت وو، دا د جنګى ګاډو د آسونو او د نورو آسونو دپاره وُو.</verse>
				<verse number="29">خُدائ پاک سليمان له لوئ حِکمت، عقل او دومره پوهه ورکړې وه چې د حِساب نه بهر وه.</verse>
				<verse number="30">سليمان د نمرخاتۀ د ټولو هوښيارانو او د مِصر د هوښيارو سړو نه زيات هوښيار وو.</verse>
				<verse number="31">هغه د ټولو خلقو نه زيات هوښيار وو، هغه د ازراحى ايتان، د محول د زامنو هيمان، کل‌کُول او دردع نه زيات هوښيار وو او د هغۀ مشهورتيا په ګېرچاپېره ټولو مُلکونو کښې خوره شوه.</verse>
				<verse number="32">هغۀ درې زره متلونه او يو زر او پينځۀ سندرې جوړې کړې.</verse>
				<verse number="33">هغۀ د ونو او بوټو په حقله خبرې کولې، د لبنان د دِيار نه واخله تر ويلنى پورې چې په دېوالونو باندې کيږى، هغۀ د ځناورو، مارغانو، په خېټه ښوئېدونکو څيزونو او کبانو په حقله خبرې کولې.</verse>
				<verse number="34">د ټولې دُنيا بادشاهان د سليمان د حِکمت نه خبر شول او خلق يې ورلېږل چې د هغۀ خبرې واورى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">د صور بادشاه حيرام د داؤد همېشه ملګرے وو او چې کله هغه خبر شو چې سليمان د خپل پلار داؤد نه پس بادشاه جوړ شوے دے نو هغۀ له يې سفيران ورولېږل.</verse>
				<verse number="2">سليمان حيرام ته دا پېغام ولېږلو،</verse>
				<verse number="3">”تا ته پته ده چې زما پلار داؤد هر وخت د هغه ګېرچاپېره مُلکونو د دشمنانو سره جنګونه کول نو په دې وجه هغۀ د مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک دپاره يو کور تر هغې پورې نۀ شو جوړولے چې مالِک خُدائ هغۀ له په خپلو دشمنانو باندې فتح نۀ وه ورکړې.</verse>
				<verse number="4">خو اوس مالِک خُدائ زما خُدائ پاک زما ټول سرحدونه په امن کښې کړى دى. نۀ زما دشمنان شته او نۀ د حملې څۀ خطره شته.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ زما د پلار داؤد سره وعده کړې وه چې ستا زوئ، کوم چې ستا نه پس بادشاه جوړوم، هغه به زما دپاره يو کور جوړ کړى. او اوس ما دا فېصله کړې ده چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د عبادت دپاره به هغه کور جوړ کړم.</verse>
				<verse number="6">نو خپل سړى لبنان ته ولېږه چې زما دپاره د دِيار ونې ووهى. زما سړى به د هغوئ سره کار کوى او چې تۀ څۀ فېصله وکړې نو زۀ به ستا سړو له هم هغه هومره مزدورى ورکوم. لکه چې تا ته ښۀ پته ده چې په مونږ کښې د صيدانيانو په شان د لرګو پرې کولو والا تکړه کسان نشته.“</verse>
				<verse number="7">حيرام ته چې کله د سليمان پېغام مِلاو شو نو ډېر زيات خوشحاله شو او هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى چې هغۀ نن داؤد له يو هوښيار زوئ ورکړے دے چې د هغۀ په ځائ د دې عظيم قوم بادشاه شى.“</verse>
				<verse number="8">بيا حيرام سليمان له دا پېغام ولېږلو، ”ما ته ستا پېغام مِلاو شوے دے او چې څۀ دې فرمائيلى دى د هغې کولو ته تيار يم. زۀ به د دِيار او د نختر د ونو بندوبست وکړم.</verse>
				<verse number="9">زما سړى به لرګى د لبنان نه سمندر ته راوړى او هغوئ به دا د يو بل سره د کشتۍ په شان وتړى او چې کوم ځائ تاسو خوښ کړئ نو هغه ځائ ته به يې په اوبو کښې ورسوى. زما سړى به دا هلته کولاو کړى او ستا سړو ته به يې حواله کړى. او تاسو له په کار دى چې زما د محل خلقو له د خوراک بندوبست وکړئ.“</verse>
				<verse number="10">نو حيرام سليمان له د هغه ټولو د دِيار او د نختر د لرګو بندوبست وکړو چې هغۀ غوښتى وُو،</verse>
				<verse number="11">او سليمان حيرام له دوه زره ټنه غنم او څلور لاکه کلو سوچه د زيتُونو تېل ورکړل نو د هغۀ د محل د خلقو د هر کال د خوراک بندوبست وشو.</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړه او سليمان له يې حِکمت ورکړو. او د حيرام او سليمان په مينځ کښې امن شو او د يو بل سره يې تړون وکړو.</verse>
				<verse number="13">سليمان د ټولو بنى اِسرائيلو نه دېرش زره مزدوران راغونډ کړل،</verse>
				<verse number="14">او ادونرام يې د هغوئ مشر مقرر کړو. هغۀ هغوئ د لسو زرو په درې قبيلو کښې تقسيم کړل او هرې قبيلې به يوه مياشت په لبنان کښې او دوه مياشتې په کور کښې تېرولې.</verse>
				<verse number="15">سليمان د غرونو په مُلک کښې اتيا زره سړى لرل چې کاڼى يې راويستل او اويا زره سړو دا راوړل،</verse>
				<verse number="16">او هغۀ درې زره او درې سوه مشران مقرر کړل چې د هغوئ د کار مشرى کوى.</verse>
				<verse number="17">د سليمان د حُکم په مطابق هغوئ د مالِک خُدائ کور د بنياد دپاره ښائسته او لوئ کاڼى تيار کړل.</verse>
				<verse number="18">د سليمان او د حيرام سړو او د جبل د ښار سړو د خُدائ پاک کور د جوړولو دپاره کاڼى او لرګى تيار کړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د راوتلو څلور سوه او اتيا کاله پس، په بنى اِسرائيلو باندې د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال، په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې، سليمان د مالِک خُدائ په کور باندې کار شروع کړو.</verse>
				<verse number="2">دننه دا تقريباً دېرش ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او پينځلس ګزه اوچته وه.</verse>
				<verse number="3">د ننوتو کوټه تقريباً پينځۀ ګزه پلنه او لس ګزه اوږده وه، هغه مقدس ځائ هم دغه هومره پلن وو.</verse>
				<verse number="4">د هغه کور په دېوالونو باندې تنګې کړکۍ لګېدلې وې.</verse>
				<verse number="5">هغۀ د خُدائ پاک د کور په دوو طرفونو او شاته نورې کوټې جوړې کړې.</verse>
				<verse number="6">د دې کوټو درې درې منزلونه وُو. لاندينۍ کوټه تقريباً دوه نيمه ګزه پلنه، دوېمه کوټه درې ګزه پلنه او آخرى کوټه درې نيم ګزه پلنه وه. د مالِک خُدائ د کور په دېوالونو کښې سورى نۀ وُو جوړ کړے شوى، څۀ کاڼى بهر راوتى وُو چې د چت تيرونه ورباندې پراتۀ وُو او په دېوال کښې دننه نۀ لګېدل.</verse>
				<verse number="7">د کومو کاڼو نه چې د مالِک خُدائ کور جوړ شوے وو هغه په کان کښې تيار شوى وُو، نو چې کله هغه کور جوړېدو، نو د څټکو، تېشو، يا د اوسپنو د نورو آوزارو آواز د خُدائ پاک په کور کښې نۀ وو اورېدلے شوے.</verse>
				<verse number="8">د لاندينى منزل دروازه د مالِک خُدائ د کور جنوبى طرف ته وه، چې دوېم او درېم چت ته يې پوړۍ ختلې وې.</verse>
				<verse number="9">نو سليمان بادشاه د هغه کور جوړول ختم کړل. هغۀ ورله يو چت جوړ کړو چې د تيرونو او د دِيار د تختو نه جوړ وو.</verse>
				<verse number="10">هغۀ د کور په درې طرفونو باندې کوټې جوړې کړې، چې د کور د دېوالونو سره د دِيار په تيرونو باندې مِلاو وې. هره يوه کوټه دوه نيمه ګزه اوچته وه.</verse>
				<verse number="11">د مالِک خُدائ کلام په سليمان نازل شو چې،</verse>
				<verse number="12">”تۀ د مالِک خُدائ کور جوړوې نو ياد ساته چې زما په ټول قانون او حُکمونو باندې به عمل کوې، نو زۀ به ستا دپاره هغه څۀ وکړم چې ما ستا د پلار داؤد سره د هغې وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="13">زۀ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو سره په دې کور کښې اوسېږم او زۀ به هيڅکله هغوئ پرې نۀ ږدم.“</verse>
				<verse number="14">نو سليمان د هغه کور جوړول پوره کړل.</verse>
				<verse number="15">دننه دېوالونه د بېخ نه واخله تر چته پورې د دِيار په تختو پټ کړے شوى وُو او فرش يې د نختر نه جوړ وو.</verse>
				<verse number="16">دننه کوټه چې زيات مقدس ځائ بللے شو هغه د مالِک خُدائ د کور شاته جوړه وه. هغه تقريباً لس ګزه اوږده وه او د دِيار تختې يې د فرش نه تر چت پورې رسېدلې وې.</verse>
				<verse number="17">د زيات مقدس ځائ په مخکښې لويه کوټه تقريباً شل ګزه اوږده وه.</verse>
				<verse number="18">د دِيار تختې د کدو او د ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، دننه ټوله حِصه په دِيار پټه وه او د دېوال کاڼى نۀ ښکارېدل.</verse>
				<verse number="19">د هغه کور شاته يوه دنننۍ کوټه جوړه شوې وه، چرته چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق کېښودے شو.</verse>
				<verse number="20">دنننۍ کوټه لس ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او لس ګزه اوچته وه، چې ټوله په سوچه سرو زرو پټه وه. قربان‌ګاه د دِيار په تختو باندې پټه وه.</verse>
				<verse number="21">د مالِک خُدائ د کور دنننۍ برخه په سرو زرو باندې پټه وه او د زيات مقدس ځائ د ننوتلو دروازې د حِفاظت دپاره د سوچه سرو زرو زنځيرونه لګولى شوى وُو.</verse>
				<verse number="22">د هغه کور ټوله دنننۍ حِصه په سرو زرو پټه وه او په زيات مقدس ځا‌ئ کښې قربان‌ګاه هم په سرو زور پټه وه.</verse>
				<verse number="23">د وزرو والا دوه مخلوق د زيتُونو لرګى نه جوړ وُو او په زيات مقدس ځائ کښې اېښودے شوى وُو، چې هر يو تقريباً پينځۀ ګزه لوړ وو.</verse>
				<verse number="24">دواړه يو هومره او په يو شکل وُو. د هر يو تقريباً درې ګزه اوږدۀ وزر وُو، نو د يو وزر د يو سر نه د بل وزر د سر پورې فاصله پينځۀ ګزه وه.</verse>
				<verse number="25"></verse>
				<verse number="26"></verse>
				<verse number="27">دا په زيات مقدس ځائ کښې څنګ په څنګ اېښودلے شوى وُو، نو داسې د دې خوارۀ وزرونه د يو بل سره د کوټې په مينځ کښې لګېدل او هغه نور دوه وزرونه د دېوالونو سره لګېدل.</verse>
				<verse number="28">د وزرو والا دواړه مخلوق په سرو زرو باندې پټ وُو.</verse>
				<verse number="29">د مينځنۍ کوټې او دنننۍ کوټې ټول دېوالونه د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او د ګلونو په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="30">او دنننے او بهرنے فرش هم په سرو زرو باندې پټ وو.</verse>
				<verse number="31">د زيتُونو لرګى نه جوړې دوه دروازې د زيات مقدس ځائ په خولۀ کښې لګولے شوې وې، د دروازې د چوکاټ بازوګان پينځۀ مخيز وُو.</verse>
				<verse number="32">دروازې د وزرو والا مخلوق باندې، د کجورو ونو او د غړېدلو شوو د ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې. دا ټول څيزونه په سرو زرو باندې پټ کړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="33">مينځنۍ کوټې ته ننوتو دروازې د چوکاټ دپاره د زيتُونو د لرګى نه څلور مخيز بازوګان جوړ کړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="34">د نختر د لرګى نه دوه دروازې هم جوړې کړے شوې وې چې دې دروازو به په مينځ کښې هم د کولاوېدو او بندېدو قبضې لرلې.</verse>
				<verse number="35">او دا دروازې د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او غړېدلو شوو ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، چې په سرو زرو يو شان پټې وې.</verse>
				<verse number="36">د مالِک خُدائ د کور په مخکښې يو دنننے دربار جوړ کړے شوے وو چې د کاڼى هرې درېمې ردې نه پس يې د دِيار د لرګى تيرونه وُو.</verse>
				<verse number="37">د مالِک خُدائ د کور بنياد د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې اېښودے شوے وو.</verse>
				<verse number="38">په اتمه يعنې د بول په مياشت کښې، د سليمان د بادشاهۍ په يوولسم کال هغه کور په پوره توګه هم هغه شان جوړ شو، چې څنګه د دې منصوبه جوړه شوې وه. د دې په جوړېدو باندې د سليمان اووۀ کاله لګېدلى وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">سليمان د خپل ځان دپاره هم يو محل جوړ کړو او په دې باندې ديارلس کاله ولګېدل.</verse>
				<verse number="2">هغه محل چې ”د لبنان ځنګل“ بللے شو تقريباً پنځوس ګزه اوږد، پينځويشت ګزه پلن او پينځلس ګزه اوچت وو. د دې څلور قطاره د دِيار ستنې وې چې په هر قطار کښې پينځلس وې، چې د دِيار تيرونه پرې پراتۀ وُو. چت يې د دِيار وو، چې هغه تيرونه په ستنو باندې ولاړ وُو.</verse>
				<verse number="3"></verse>
				<verse number="4">دواړو طرفونو ته په دېوالونو باندې درې قطاره کړکۍ وې.</verse>
				<verse number="5">د دروازو او کړکو څلور ګوټه چوکاټونه وُو او په درې قطارونو کښې يو بل ته مخامخ وُو.</verse>
				<verse number="6">سليمان د ستنو يو دربار جوړ کړو، چې پينځۀ اويا فټه اوږد او پينځۀ څلوېښت فټه پلن وو. د دې مخامخ يوه د ستنو برانډه او مخې ته يې يو دالان وو.</verse>
				<verse number="7">هغۀ د تخت کوټه هم جوړه کړه چې د اِنصاف دربار هم بللے شو، چرته چې سليمان لانجې هوارولې، چې د فرش نه تر سره پورې يې د دِيار تختې لرلې.</verse>
				<verse number="8">د اِنصاف د دربار نه وروستو په يو بل دربار کښې، د سليمان خپلې کوټې هم د نورو کوټو په شان وې. هغۀ د خپلې ښځې، د فِرعون د لور دپاره هم هغه شان کور جوړ کړو.</verse>
				<verse number="9">ټول عمارتونه او لوئ دربار د بېخ نه د چت لاندې حِصې پورې د ښو کاڼو نه جوړ وو. کاڼى په ناپ پرې کړے شوى وُو، بهرنى او دنننى مخونه يې په آرا برابر کړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="10">بنيادونه يې د غټو او ښو کاڼو نه جوړ وُو، چې څۀ په کښې پينځۀ ګزه او څۀ څلور ګزه اوږدۀ وُو.</verse>
				<verse number="11">د دې دپاسه نور ښۀ کاڼى وُو چې په ناپ پرې کړے شوى وُو او د دِيار تيرونه وُو.</verse>
				<verse number="12">د محل دربار، د مالِک خُدائ د کور دنننے دربار او دې ته د ننوتو کوټې داسې دېوالونه لرل چې د پرې کړے شوو کاڼو د هرې درېمې ردې نه پس د دِيار يو تير په کښې لګېدلے وو.</verse>
				<verse number="13">سليمان بادشاه يو سړے راوغوښتو چې نوم يې حيرام وو، هغه کاريګر د صور په ښار کښې اوسېدو، چې د زېړو په کار کښې ماهِر وو.</verse>
				<verse number="14">د هغۀ پلار د صور د علاقې د زېړو ماهِر وو، او مور يې د نفتالى قبيلې يوه کونډه وه. حيرام يو تکړه او تجربه‌کار ماهِر وو. هغۀ د سليمان دعوت قبول کړو چې د زېړو د ټول کار مشر شى.</verse>
				<verse number="15">حيرام دوه د زېړو ستنې جوړې کړې چې هره يوه تقريباً نهۀ ګزه لوړه او شپږ ګزه ګېرچاپېره غټه وه او دا يې د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو په ځائ کښې ولګولې.</verse>
				<verse number="16">هغۀ د ستنو دپاره دوه د زېړو سرونه هم جوړ کړل، چې هر يو اووۀ نيم فټه لوړ وو.</verse>
				<verse number="17">د هرې ستنې سر د تړلى شوى زنځيرونو په شکلونو باندې ښائسته کړے شوے وو،</verse>
				<verse number="18">او دوه قطاره د انارو هم.</verse>
				<verse number="19">د ستنې پاسنۍ برخه د نيلوفر د ګل په شان وه چې دوه ګزه لوړه وه،</verse>
				<verse number="20">او په يوه ګول حِصه کښې لګولې شوې وه چې دا د زنځير د شکل دپاسه وه. د ستنو په سرونو کښې ګېرچاپېره په دوو قطارونو کښې دوه سوه انار وُو.</verse>
				<verse number="21">حيرام د زېړو دوه ستنې د خُدائ پاک د کور د ننوتو ځائ په مخکښې ولګولې، د جنوب په طرف باندې د هغې نوم يکين وو او چې د شمال په طرف باندې وه د هغې نوم بوعز وو.</verse>
				<verse number="22">د ستنو سرونه د نيلوفر د ګلونو په شان وُو. نو داسې د ستنو کار مکمل شو.</verse>
				<verse number="23">بيا حيرام د زېړو يوه ګول ډيګۍ جوړه کړه چې تقريباً درې ګزه ډُوبه وه، مينځ يې پينځۀ ګزه وو او ګېرچاپېره غټ والے يې پينځلس ګزه وو.</verse>
				<verse number="24">د ډيګۍ ګېرچاپېره په بهرنۍ ټوله څنډه باندې دوه قطاره چې په هر فُټ کښې شپږ شپږ د زېړو کدوان وُو، چې د ټولې ډيګۍ سره يوه توکړه جوړه شوې وه.</verse>
				<verse number="25">ډيګۍ د زېړو دولسو غوَيانو په شا باندې پراته وه چې مخونه يې بهر وُو، چې په څلورو طرفونو باندې درې درې وُو.</verse>
				<verse number="26">د ډيګۍ دېوالونه درې اِنچۍ غټ وُو. د دې څنډه د پيالۍ د څنډې په شان وه، چې د نيلوفر د ګلونو پاڼو په شان ښکارېده. په ډيګۍ کښې تقريباً څلوېښت زره ليټره اوبۀ راتلې.</verse>
				<verse number="27">حيرام د زېړو لس ګاډۍ هم جوړې کړې، چې هره يوه تقريباً دوه ګزه اوږده، دوه ګزه پلنه او يو نيم ګز اوچته وه.</verse>
				<verse number="28">دا د څلور ګوټه تختو نه جوړې وې چې په چوکاټونو کښې لګولے شوې وې،</verse>
				<verse number="29">چې په دې تختو باندې د زمرو، غوَيانو او د وزرو والا مخلوق نمونې جوړ وُو، په چوکاټونو باندې بره او لاندې ګول ګُلکارى شوې وه.</verse>
				<verse number="30">د هرې ګاډۍ څلور د زېړو پايې او د زېړو سيخونه وُو. په هره ګاډۍ کښې يو ښانک د زېړو په څلورو تختو باندې لګېدلے وو، دا چوکۍ په ګول ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې.</verse>
				<verse number="31">د هرې ګاډۍ په سر د ښانک دپاره يو ګول چوکاټ وو. دا د ګاډۍ په سر اتلس اِنچې بره او اووۀ اِنچې لاندې تلے وو او ګېرچاپېره ګُلکارى ورباندې شوې وه. د ګاډو تختې ګول نۀ بلکې څلور ګوټه وې.</verse>
				<verse number="32">څلور پايې شپږويشت اِنچې اوچتې وې، دا د تختو لاندې وې او سيخونه د ګاډو سره يوه ټُکړه شوى وُو.</verse>
				<verse number="33">د دې پايې د جنګى ګاډو د پايو په شان وې، د دې سيخونه، ريمونه، د ريمونو تيلۍ او مينځنۍ حِصې هر څۀ د زېړو وُو.</verse>
				<verse number="34">د هرې ګاډۍ په څلورو ګوټونو کښې څلور ستنې وې، چې د ګاډۍ سره يوه ټُکړه وې.</verse>
				<verse number="35">د هرې ګاډۍ دپاسه ګېرچاپېره نهۀ اِنچې پلنې پټۍ وې، د دې ستنې او تختې د ګاډۍ سره يوه ټُکړه وې.</verse>
				<verse number="36">ستنې او تختې د وزرو والا مخلوق، زمرو او د کجورو ونو په شکلونو باندې ښائسته کړے شوې وې، چې چرته هم خالى ځائ وو نو ګول ګُلکارى ورباندې شوې وه.</verse>
				<verse number="37">لس واړه ګاډۍ داسې جوړې کړے شوې وې چې ټولې يو شان، په يو ناپ او يو شکل وې.</verse>
				<verse number="38">حيرام د لسو ګاډو دپاره يو يو ښانک جوړ کړو. چې د هر يو مينځ تقريباً دوه ګزه وو او اتۀ سوه ليټره اوبۀ په کښې راتلې.</verse>
				<verse number="39">هغۀ پينځۀ ګاډۍ د خُدائ پاک د کور جنوبى طرف ته ودرولې او نورې پينځۀ يې شمالى طرف ته ودرولې، هغه ډيګۍ يې نمرخاتۀ جنوبى طرف ته کېښودله.</verse>
				<verse number="40">حيرام لوښى، بېلچۍ او جامونه هم جوړ کړل. هغۀ د مالِک خُدائ د کور هغه ټول کار پوره کړو چې د سليمان دپاره يې کولو. هغۀ دا څيزونه جوړ کړل، دوه ستنې، د ستنو دپاره دوه د جامونو په شان سرونه، په هر يو باندې تړلى شوى زنځيرونه، څلور سوه د زېړو انار، چې د زنځيرونو نه ګېرچاپېره هر طرف سل سل په دوه قطاره کښې وُو، لس ګاډۍ، لس ښانکونه، ډيګۍ، دولس غوَيان چې ډيګۍ ورباندې پرته وه، لوښى، بېلچې او جامونه. حيرام چې سليمان بادشاه له د مالِک خُدائ د کور دپاره کوم سامان جوړ کړو هغه ټول د ځلېدونکى زېړو وو.</verse>
				<verse number="41"></verse>
				<verse number="42"></verse>
				<verse number="43"></verse>
				<verse number="44"></verse>
				<verse number="45"></verse>
				<verse number="46">سليمان بادشاه دا هر څۀ د اُردن په مېدان، د سُکات او د ضرتان په مينځ کښې د خټې په قالب کښې جوړ کړل.</verse>
				<verse number="47">سليمان د زېړو دا څيزونه تللى نۀ وُو، ځکه چې دا ډېر زيات وُو، نو د دې وزن کله هم معلوم نۀ کړے شو.</verse>
				<verse number="48">سليمان د مالِک خُدائ د کور دپاره د سرو زرو دا سامان هم جوړ کړو، قربان‌ګاه، خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ مېز،</verse>
				<verse number="49">لس ډيوټ چې د زيات مقدس ځائ په مخکښې لګېدلى وُو، چې پينځۀ په جنوبى طرف او پينځۀ په شمالى طرف باندې وُو، ګلونه، ډيوې او چمټې،</verse>
				<verse number="50">پيالۍ، د ډيوو سرپوښونه، جامونه، د خوشبويۍ لوښى او د بلو سکارو د وړلو دپاره لوښى، او د زيات مقدس ځائ د دروازو دپاره قبضې او د مالِک خُدائ د کور بهرنۍ دروازې. دا ټول سامان د سوچه سرو زرو نه جوړ وو.</verse>
				<verse number="51">کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور ټول کار ختم کړو، نو هغۀ د مالِک خُدائ دکور په خزانو کښې هغه ټول څيزونه کېښودل چې د هغۀ پلار داؤد مالِک خُدائ ته وقف کړى وُو. يعنې سپين زر، سرۀ زر او نور سامان.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">بيا سليمان بادشاه د بنى اِسرائيلو مشران او د ډلو ټول مشران راوغوښتل چې يروشلم ته راشى او د لوظ صندوق د داؤد د ښار صيون نه د مالِک خُدائ کور ته يوسى.</verse>
				<verse number="2">په اوومه يعنې د ايتانيم مياشت هغوئ ټول د سليمان بادشاه په وړاندې د جونګړو د اختر په وخت کښې راغونډ شول.</verse>
				<verse number="3">کله چې ټول مشران راغونډ وُو، نو اِمامانو د لوظ صندوق اوچت کړو</verse>
				<verse number="4">او د مالِک خُدائ کور ته يې يوړو. ليويانو او اِمامانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه او د هغې ټول مقدس سامان هم د مالِک خُدائ کور ته يوړو.</verse>
				<verse number="5">سليمان بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټول قوم د لوظ صندوق په وړاندې راغونډ شول او په دومره لوئ شمېر کښې ګډې او څاروى يې قربانى کړل چې د شمېر نه بهر وُو.</verse>
				<verse number="6">بيا اِمامانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د هغۀ کور ته دننه کړو او په زيات مقدس ځائ کښې يې دننه د وزرو والا مخلوق د وزرو لاندې کېښودو.</verse>
				<verse number="7">د وزرو والا مخلوق وزر د صندوق او د دې د وړلو بازوګانو دپاسه خوارۀ وُو.</verse>
				<verse number="8">بازوګان دومره اوږدۀ وُو چې هغه خلقو ته ښکارېدل څوک چې زيات مقدس ځائ ته مخامخ ولاړ وو، خو د بهر نه نۀ ښکارېدل. (هغه بازوګان تر نن ورځې پورې هلته دى.)</verse>
				<verse number="9">د لوظ صندوق کښې دننه د کاڼو هغه دوو تختو نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو چې موسىٰ د سينا د غرۀ سره په کښې اېښې وې، په کوم وخت کښې چې بنى اِسرائيل د مِصر مُلک نه راووتل او مالِک خُدائ د هغوئ سره يو لوظ وکړو.</verse>
				<verse number="10">چې کله اِمامان د مقدس ځائ نه راوتل، نو د مالِک خُدائ کور د وريځې نه ډک شو،</verse>
				<verse number="11">نو اِمامانو د وريځې په وجه خپل خِدمت نۀ شو تر سره کولے ځکه چې د مالِک خُدائ کور د هغۀ د جلال نه ډک شوے وو.</verse>
				<verse number="12">بيا سليمان دُعا وغوښته، ”اے مالِکه خُدايه، تا فرمائيلى دى چې تۀ به په تکه توره وريځ کښې موجود يې.</verse>
				<verse number="13">خو ما ستا دپاره يو عالى شان کور جوړ کړے دے، يو داسې ځائ چې تل به په کښې اوسېږې.“</verse>
				<verse number="14">کله چې د قوم خلق هلته ولاړ وُو، نو سليمان بادشاه مخ ورواړولو او د هغوئ دپاره يې د خُدائ پاک نه برکت وغوښتلو.</verse>
				<verse number="15">هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ هغه وعده پوره کړه چې زما پلار داؤد سره يې کړې وه، چې کله هغۀ وفرمائيل،</verse>
				<verse number="16">د کوم وخت نه چې ما خپل خلق د مِصر نه راويستلى دى، نو ما د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک کښې يو ښار هم نۀ دے خوښ کړے چرته به چې هغه کور جوړيږى چې هلته به زما عبادت کيږى. خو داؤده، زۀ تا خوښوم چې زما په خلقو بادشاهى کوې.“</verse>
				<verse number="17">او سليمان خپله خبره جارى وساتله، ”زما پلار داؤد دا غوښتل چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د عبادت دپاره يو کور جوړ کړى،</verse>
				<verse number="18">خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، چې ستا اراده ښۀ وه چې زما د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړ کړې،</verse>
				<verse number="19">خو تۀ به دا جوړ نۀ کړې. هغه به ستا زوئ، ستا خپل زوئ وى چې زما د نوم دپاره به کور جوړ کړى.</verse>
				<verse number="20">او اوس مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړې ده. زۀ د خپل پلار داؤد په ځائ د بنى اِسرائيلو په تخت ناست يم لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه او ما د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د عبادت دپاره هغه کور جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="21">ما په هغه کور کښې د لوظ صندوق دپاره د يو ځائ بندوبست کړے دے چې په هغې کښې د مالِک خُدائ د تړون هغه تختې پرتې دى چې د کوم لوظ هغۀ زمونږ د پلار نيکۀ سره کړے وو چې کله يې د مِصر نه راوويستل.“</verse>
				<verse number="22">نو د بنى اِسرائيلو د قوم په موجودګۍ کښې سليمان لاړو او د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه په مخکښې ودرېدو، هلته يې د آسمان طرف ته خپل لاسونه اوچت کړل</verse>
				<verse number="23">او دُعا يې وکړه، ”مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه. پاس په آسمان کښې او لاندې په زمکه ستا په شان خُدائ نشته، د خپلو خلقو سره ستا لوظ پوره کړه څوک چې د زړۀ د اخلاصه ستا تابعدارى کوى او هغوئ ته خپله مينه وښايه.</verse>
				<verse number="24">تا چې زما پلار داؤد سره کومه وعده کړې وه نو هغه دې پوره کړې ده، نن هره خبره پوره شوې ده.</verse>
				<verse number="25">او مالِکه خُدايه د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ به هغه بله وعده هم پوره کړې چې تا زما د پلار سره کړې وه چې کله دې هغۀ ته وفرمائيل چې د هغۀ اولاد نه به همېشه يو کس داسې وى چې په بنى اِسرائيلو به بادشاهى کوى، کۀ د هغۀ اولاد هم د هغۀ په شان صحيح فرمانبردارى کوله.</verse>
				<verse number="26">نو، اے د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، هغه هر څۀ دې رښتيا شى چې د څۀ وعده تا د خپل خِدمت کوونکى يعنې زما د پلار داؤد سره کړې ده.</verse>
				<verse number="27">خو اے خُدايه پاکه، تۀ په زمکه باندې نۀ شې اوسېدې، ځکه چې ټول آسمان ستا د ځائېدو دپاره کافى نۀ دے، نو دا کور به څنګه کافى وى چې کوم ما جوړ کړے دے؟</verse>
				<verse number="28">خو اے مالِکه خُدايه زما خُدايه پاکه، زۀ ستا خِدمت کوونکے يم. زما دُعا واوره او زۀ چې کوم سوال کوم نو هغه منظور کړه.</verse>
				<verse number="29">خو په دې کور شپه او ورځ نظر وساته، دا ځائ چې تا د عبادت دپاره خوښ کړے دے. مخ مې دې کور ته کړو او زما سوال واوره.</verse>
				<verse number="30">د خپل خِدمت کوونکى دُعا او د خپلو بنى اِسرائيلو خلقو دُعا واوره په هغه وخت کښې چې کله هغوئ دې ځائ ته مخ کوى. په آسمان کښې په خپل کور کښې زمونږ سوال اوره او مونږ معاف کوه.</verse>
				<verse number="31">کله چې په يو کس اِلزام ولګى چې د بل چا سره يې بد کړى دى او په دې کور کښې ستا قربان‌ګاه ته راوستلے شى چې قسم وکړى چې هغه بې‌ګناه دے،</verse>
				<verse number="32">نو اے مالِکه خُدايه، په آسمان کښې اوره او د خپلو خِدمت کوونکو عدالت کوه. مجرم له هم هغه شان سزا ورکوه چې څنګه يې حقدار وى او چې څوک بې‌ګناه وى نو د هغۀ صفائى کوه.</verse>
				<verse number="33">کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان د خپلو دشمنانو نه شکست وخورى ځکه چې هغوئ به ستا خِلاف ګناه کړې وى، چې کله هغوئ تا ته راوګرځى او بيا په تا توکل وکړى او په دې کور کښې تا ته سوال وکړى،</verse>
				<verse number="34">نو په آسمان کښې د هغوئ سوال اوره. د خپلو خلقو ګناهونه معاف کوه او هغه مُلک ته يې واپس راوله چې کوم تا د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو.</verse>
				<verse number="35">کله چې تۀ باران ايسار کړې ځکه چې ستا خلقو به ستا خِلاف ګناه کړې وى او بيا چې کله هغوئ توبه وباسى او مخ دې کور ته کړى، ځکه چې تا سزا ورکړې وه،</verse>
				<verse number="36">نو په آسمان کښې د هغوئ سوال اوره. د بادشاه او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو ګناهونه معاف کوه. هغوئ ته د عمل نېغه لاره ښايه. اے مالِکه خُدايه، د خپلو خلقو په دې زمکه باندې باران وروه، کوم چې تا خپلو خلقو له په پوخ ميراث کښې ورکړے دے.</verse>
				<verse number="37">کله چې په مُلک کښې قحط يا وبا وى، يا په سوزېدونکې هواګانو او يا د قحطۍ مُولخانو په ذريعه فصلونه تباه شى، يا ستا د خلقو په ښارونو باندې دشمنانو حمله کړې وى، يا په هغوئ باندې څۀ افت يا بيمارى راشى،</verse>
				<verse number="38">نو بيا د هغوئ دُعاګانې اوره. کۀ ستا خلقو بنى اِسرائيلو نه څوک هم د زړۀ د اخلاصه توبه وباسى او خپل لاسونه د دُعا دپاره دې کور ته اوچت کړى،</verse>
				<verse number="39">نو د هغوئ سوال اوره. د هغوئ دُعا په آسمان کښې په خپل کور کښې اوره، هغوئ معاف کوه او مدد يې کوه. يواځې تۀ د انسان د زړۀ په خيالونو پوهېږې. د هر چا سره هغه سلوک کوه چې څنګه يې حقدار وى،</verse>
				<verse number="40">نو ستا خلق به ټول عُمر ستا تابعدارى کوى چې په هغه مُلک کښې اوسيږى چې تا د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے دے.</verse>
				<verse number="41">نو بيا کله چې د بل مُلک خلق کوم چې ستا د قوم بنى اِسرائيلو نه نۀ وى او ستا د شُهرت او د هغه لويو کارونو نه خبر شى چې تا د خپلو خلقو دپاره کړى دى او ستا د عبادت دپاره د لرې نه راشى او دې کور طرف دُعا وکړى،</verse>
				<verse number="42"></verse>
				<verse number="43">نو د هغۀ سوال اوره. په آسمان کښې چرته چې تۀ اوسېږې د هغۀ سوال اوره او چې څۀ غواړى نو هغه ورله ورکړه، نو داسې د دُنيا ټول قومونه به تا وپېژنى او ستا تابعدارى به کوى، لکه چې ستا خلق بنى اِسرائيليان يې کوى. نو هغوئ ته به پته ولګى چې دا کور چې کوم ما جوړ کړے دے هغې پورې ستا نوم تړلے شوے دے.</verse>
				<verse number="44">کله چې تۀ خپلو خلقو له د تلو حُکم ورکړې چې د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ وکړى او هغوئ تا ته سوال وکړى، چې دې ښار ته چې تا خوښ کړے دے او چې دې کور ته يې مخ وى چې ستا د عبادت دپاره ما جوړ کړے دے،</verse>
				<verse number="45">نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې هغوئ ته غوږ اېږده او هغوئ له فتح ورکوه.</verse>
				<verse number="46">کله چې ستا خلق ستا خِلاف ګناه وکړى (داسې هيڅ څوک هم نشته چې ګناه نۀ کوى)، او تۀ په غصه کښې هغوئ پرېږدې چې دشمن شکست ورکړى او هغوئ يې خپل مُلک ته قېديان بوځى، کۀ هغه مُلک لرې هم وى،</verse>
				<verse number="47">خو د خپلو خلقو سوال اوره. کۀ هغوئ د جلاوطنۍ په مُلک کښې توبه وباسى او تا ته سوال وکړى او دا اِقرار وکړى، چې هغوئ څومره ګناهګار او بدعمله دى، نو اے مالِکه خُدايه، د هغوئ سوال اوره.</verse>
				<verse number="48">خو کۀ د دشمن په مُلک کښې هغوئ په رښتيا او خلوص سره توبه وباسى او تا ته سوال وکړى او مخ يې دې مُلک ته وى چې تا زمونږ پلار نيکۀ له ورکړے دے، هغه ښار چې تا خوښ کړے دے او دا کور چې ما ستا دپاره جوړ کړے دے،</verse>
				<verse number="49">نو د هغوئ دُعا ته غوږ نيسه. په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ سوال اوره او د هغوئ مدد کوه.</verse>
				<verse number="50">د خپلو خلقو ټول ګناهونه او ستا خِلاف سرکشۍ معاف کوه او هغه دشمنان ورباندې مِهربانه کړه، کومو چې جلاوطن کړى وُو.</verse>
				<verse number="51">هغوئ بيا هم ستا خپل خلق دى، هغه ميراث، چې تا د مِصر مُلک نه راوويستل چې سم سور اور وو.</verse>
				<verse number="52">مالِکه خُدايه، تۀ په بنى اِسرائيلو او ستا خِدمت کوونکى باندې همېشه د رحم نظر کوه او چې کله هم هغوئ تا ته د مدد چغه وهى نو د هغوئ سوال اوره.</verse>
				<verse number="53">تا هغوئ د ټولو قومونو نه خوښ کړل چې ستا خپل خلق شى لکه څنګه چې تا د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه هغوئ ته فرمائيلى وُو کله چې تا زمونږ پلار نيکۀ د مِصر نه راويستل.“</verse>
				<verse number="54">کله چې سليمان مالِک خُدائ ته دُعا ختمه کړه، نو هغه د قربان‌ګاه په وړاندې پاڅېدو، چرته چې په سجده شوے وو او لاسونه يې آسمان ته اوچت کړى وُو.</verse>
				<verse number="55">هغه پاڅېدو او په اوچت آواز يې د بنى اِسرائيلو ټول قوم دپاره د خُدائ پاک نه برکت وغوښتو چې هلته راغوڼد وُو. او هغۀ وفرمائيل،</verse>
				<verse number="56">”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى چې هغۀ خپلو خلقو له امن ورکړے دے، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې وه. هغه په خپلو ټولو پَخو وعدو کښې پاتې نۀ دے راغلے کومې يې چې د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه يې کړې وې.</verse>
				<verse number="57">مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دې زمونږ مل وى، لکه څنګه چې هغه زمونږ د پلار نيکۀ مل وو، هغه دې زمونږ نه هيڅکله نۀ ځى او نۀ دې مونږ پرېږدى،</verse>
				<verse number="58">چې هغه زمونږ ارادې بدلې کړى، نو چې مونږ هر څۀ کوُو د هغۀ مرضى پوره کوُو او د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منو چې زمونږ پلار نيکۀ له يې ورکړى وُو.</verse>
				<verse number="59">مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دې هر وخت دا خبرې يادې ساتى چې ما هغۀ ته کړې دى. هغه دې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو او زما مدد وکړى، لکه څنګه چې د هرې ورځې ضرورتونه لرو.</verse>
				<verse number="60">نو د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صِرف مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے او بل يو خُدائ هم نشته.</verse>
				<verse number="61">تاسو يعنې د هغۀ خلق دې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک پوره وفادار وى، چې د هغۀ په ټول قانون او حُکمونو باندې هم هغه شان عمل کوئ لکه څنګه چې نن کوئ.“</verse>
				<verse number="62">سليمان بادشاه او د هغۀ سره ټولو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته نذرانې پېش کړې.</verse>
				<verse number="63">سليمان دوويشت زره څاروى او يو لاک شل زره ګډې د سلامتۍ نذرانې په توګه پېش کړې. نو داسې بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو د مالِک خُدائ کور وقف کړو.</verse>
				<verse number="64">هم په هغه ورځ هغۀ د دربار مرکزى حِصه هم وقف کړه، کومه حِصه چې د مالِک خُدائ کور ته مخامخ وه. هغۀ هلته پوره سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې، او د سلامتۍ نذرانو دپاره د څاروو وازګه پېش کړه. هغۀ داسې په دې وجه وکړل چې د زېړو قربان‌ګاه د دې ټولو نذرانو دپاره ډېره وړه وه.</verse>
				<verse number="65">سليمان بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو اووۀ ورځې د جونګړو اختر وکړو. هلته يوه لويه ګڼه وه چې په شمال کښې د حمات درې نه واخله په جنوب کښې د مِصر سرحد پورې وه.</verse>
				<verse number="66">په اتمه ورځ سليمان خلق رُخصت کړل. هغوئ ټولو د هغۀ صِفت کولو او د هغه ټولو برکتونو په وجه خوشحاله کورونو ته لاړل چې کوم برکتونه مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى داؤد او د هغۀ خلقو بنى اِسرائيلو له ورکړى وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ کور، خپل محل او د هغه هر څۀ جوړول ختم کړل چې څۀ يې جوړول غوښتل،</verse>
				<verse number="2">نو مالِک خُدائ په دوېم ځل هغۀ ته راڅرګند شو، لکه څنګه چې هغه په جبعون کښې څرګند شوے وو.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده، کومه چې تا زما په وړاندې کړې ده. کوم کور چې تا جوړ کړے دے هغه زۀ مقدس کوم او هغه به داسې ځائ وى چې همېشه به هلته زما عبادت کيږى. زما به په دې نظر وى او همېشه به زړۀ کښې اوسى.</verse>
				<verse number="4">او کۀ تا په صداقت او د زړۀ د اخلاصه زما خِدمت کولو لکه چې ستا پلار داؤد کولو او تا زما قانون او هغه هر څۀ منل چې ما يې حُکم درکړے دے،</verse>
				<verse number="5">نو زۀ به خپله هغه وعده پوره کړم چې ما ستا پلار داؤد سره کړې وه چې ما هغۀ ته وفرمائيل چې ستا د اولاد نه به همېشه يو کس د بنى اِسرائيل په تخت ناست وى.</verse>
				<verse number="6">خو کۀ تا يا ستا اولاد زما تابعدارى پرېښوده، چې ما کوم قانون او حُکمونه درکړى دى، د هغې نافرمانى مو وکړه او د نورو خُدايانو عبادت مو وکړو،</verse>
				<verse number="7">نو زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيليان د هغه مُلک نه لرې کړم کوم چې ما ورکړے دے. او زۀ به دا کور هم پرېږدم چې ما د خپل عبادت دپاره مقدس کړے دے. ټول قومونه به د بنى اِسرائيلو په مُلک پورې خندا کوى او سپک به ورته ګورى.</verse>
				<verse number="8">دا کور به د کنډر يو ډېرے شى او چې هر څوک هم ورباندې تېريږى نو وبه لړزيږى او حېران به شى. هغوئ به تپوس کوى چې مالِک خُدائ په دې مُلک او کور باندې داسې ولې کړى دى.</verse>
				<verse number="9">نو خلق به وائى چې هغوئ مالِک خُدائ پرېښے وو، چا چې د هغوئ پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل. هغوئ نور خُدايان راټينګ کړل او د هغوئ عبادت او خِدمت يې وکړو. نو دا ځکه مالِک خُدائ ورباندې دا تباهى راوستې ده.“</verse>
				<verse number="10">د سليمان د مالِک خُدائ په کور او خپل محل باندې شل کاله ولګېدل.</verse>
				<verse number="11">د صور بادشاه حيرام هغۀ له دِيار او د نختر لرګو او د هغه ټولو سرو زرو بندوبست وکړو چې هغۀ د دې کار دپاره غوښتى وُو. کله چې دا کار ختم شو، نو سليمان بادشاه حيرام له د ګليل په علاقه کښې شل ښارونه ورکړل.</verse>
				<verse number="12">حيرام بادشاه د هغه ښارونو ليدو له لاړو کوم چې سليمان ورکړى وُو، خو د هغۀ خوښ نۀ شول.</verse>
				<verse number="13">نو هغۀ سليمان ته ووئيل، ”زما وروره، دا څۀ رنګه ښارونه دى چې تا ما له راکړى دى؟“ نو په دې وجه تر اوسه پورې د هغه ځائ نوم کابول دے.</verse>
				<verse number="14">حيرام سليمان له د څلورو زرو کلو نه زيات سرۀ زر لېږلى وُو.</verse>
				<verse number="15">سليمان بادشاه په مزدورانو باندې د مالِک خُدائ کور، محل، په غرۀ باندې پټى او د يروشلم دېوال جوړ کړو. په هغوئ يې د حصور، مِجدو او جزر ښارونه هم بيا جوړ کړل.</verse>
				<verse number="16">د مِصر بادشاه فِرعون په جزر حمله کړې وه او دا يې قبضه کړے وو، د هغې اوسېدونکى يې ووژل او په ښار يې اور بل کړو. بيا هغۀ دا خپلې لور له د وادۀ په جهېز کښې په هغه وخت ورکړو چې سليمان ودوله،</verse>
				<verse number="17">سليمان د جزر ښار او لاندينے بيت‌حورون هم بيا جوړ کړو،</verse>
				<verse number="18">ورسره بعلات، د يهوداه په صحرا کښې تامار،</verse>
				<verse number="19">د ګودامونه والا ښارونه، د هغۀ د آسونو او جنګى ګاډو دپاره ښارونه او چې په يروشلم، لبنان او خپله ټوله بادشاهۍ کښې يې څۀ هم جوړول غوښتل نو هغه يې جوړ کړل.</verse>
				<verse number="20">سليمان د کنعان خلقو د اولاد نه مزدوران جوړ کړل، کوم چې بنى اِسرائيلو د مُلک قبضه کولو په وخت نۀ وُو وژلى. په دې کښې اموريان، حِتيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان وُو، چې د هغوئ اولاد تر اوسه پورې غلامان دى.</verse>
				<verse number="21"></verse>
				<verse number="22">سليمان د بنى اِسرائيلو نه غلامان جوړ نۀ کړل، هغوئ د فوجيانو، مشرانو، فوجى آفسرانو، د ګاډو مشرانو او د آسونو والا په توګه خِدمت کولو.</verse>
				<verse number="23">په هغه مزدورانو باندې پينځۀ سوه او پنځوس آفسران مقرر کړے شوى وُو چې کومو مزدورانو د سليمان په منصوبو باندې کار کولو.</verse>
				<verse number="24">سليمان په غرۀ باندې پټى د هغې نه پس جوړ کړل چې د هغۀ ښځه د مِصر د بادشاه فِرعون لور، د داؤد د ښار نه هغه محل ته تلې وه چې د هغې دپاره يې جوړ کړے وو.</verse>
				<verse number="25">سليمان به په کال کښې درې ځل سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې په هغه قربان‌ګاه پېش کولې چې کومه يې مالِک خُدائ ته جوړه کړې وه. هغۀ مالِک خُدائ ته خوشبوئى هم سوزوله. او داسې هغۀ د مالِک خُدائ کور جوړول پوره کړل.</verse>
				<verse number="26">سليمان بادشاه په عصيون‌جابر کښې ډېر سمندرى جهازُونه هم جوړ کړل، عصيون‌جابر د ادوم په علاقه کښې د بحرِقُلزم په غاړه دے او ايلات ته نزدې دے.</verse>
				<verse number="27">حيرام بادشاه يو څو تکړه جهاز چلوونکى ورولېږل چې د سليمان د سړو مدد وکړى.</verse>
				<verse number="28">هغوئ د اوفير مُلک ته سفر وکړو او د هغه ځائ نه يې څوارلسو زرو کلو نه زيات سرۀ زر سليمان له راوړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">د شيبا مَلِکه د سليمان د شُهرت نه خبر شوه، نو راغله چې په مشکلو سوالونو سره هغه معلوم کړى.</verse>
				<verse number="2">هغه يروشلم ته د يوې لوئې قبيلې سره راغله او د اوښانو يوه لويه قافله ورسره وه چې په مصالحو، قيمتى کاڼو او ډېر سرۀ زر ورباندې بار وُو. کله چې هغه او سليمان مِلاو شول، نو هغې ورسره هغه ټولې خبرې اترې وکړې چې د هغې په ذهن کښې وې.</verse>
				<verse number="3">نو سليمان د ټولو سوالونو جواب ورکړو، داسې يو سوال هم نۀ وو چې هغۀ يې جواب نۀ شو ورکولے.</verse>
				<verse number="4">د شيبا مَلِکه د سليمان په حِکمت پوهه شوه او هغه محل يې وليدو چې هغۀ جوړ کړے وو.</verse>
				<verse number="5">هغې هغه خوراک وليدو چې د هغۀ په دسترخوان باندې پروت وو، د هغۀ د آفسرانو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او هغه لِباس چې هغوئ اغوستے وو، د هغۀ ساقيان يې وليدل او هغه پوره سوزېدونکې نذرانې يې هم وليدې چې هغۀ به د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ باندې حقه حېرانه شوه.</verse>
				<verse number="6">هغې سليمان بادشاه ته ووئيل، ”ما په خپل مُلک کښې چې ستا د کارنامو او حِکمت په حقله څۀ اورېدلى وُو نو هغه رښتيا دى.</verse>
				<verse number="7">خو ما تر هغې پورې يقين نۀ کولو چې ترڅو زۀ په خپله راغلې نۀ وم او هر څۀ مې کتلى نۀ وُو. خو زۀ د دې په نيمه هم نۀ وم خبر، ما ته چې څۀ وئيلى شوى وُو نو ستا حِکمت او دولت د هغې نه ډېر زيات دے.</verse>
				<verse number="8">ستا ښځې څومره خوش قسمته دى او ستا نوکران څومره خوش قسمته دى، هغوئ هر وخت ستا په وړاندې وى او ستا د حِکمت خبرې اورېدے شى.</verse>
				<verse number="9">د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، چې هغۀ دا ښودلى دى چې هغه ستا نه څومره خوشحاله دے چې تۀ يې د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړے يې. ځکه چې د بنى اِسرائيلو سره د هغۀ مينه د تل دپاره ده، نو هغۀ تۀ د هغوئ بادشاه جوړ کړے يې چې د اِنصاف او صداقت نه کار واخلې.“</verse>
				<verse number="10">د شيبا مَلِکه سليمان بادشاه ته هغه تُحفې پېش کړې کومې چې هغې راوړې وې، د څلور زره کېلو نه زيات سرۀ زر او په ډېر زيات مِقدار کښې مصالحې او قيمتى کاڼى هم. هغې چې کومې مصالحې ورکړې هغه دومره زياتې وې چې هيچا هم دومره بيا ورنۀ کړې.</verse>
				<verse number="11">د حيرام سمندرى جهازونو چې کومې د اوفير نه سرۀ زر راوړى وُو، د هغه ځائ نه يې په ډېر زيات مِقدار کښې د صُندل لرګى او قيمتى کاڼى هم راوړل.</verse>
				<verse number="12">سليمان دا لرګى د مالِک خُدائ کور او محل په ستنو کښې استعمال کړل او د دې نه يې د سندرغاړو دپاره بينجو او ربابُونه هم جوړ کړل. دا د ټولو نه ښۀ د صُندل لرګى وُو چې د بنى اِسرائيلو مُلک ته راوړے شوى وُو، د دې په شان لرګے بيا نۀ دے ليدلے شوے.</verse>
				<verse number="13">سليمان بادشاه د شيبا مَلِکه له هغه هر څۀ ورکړل چې څۀ يې غوښتل، دا د هغه نورو شاهى تُحفو نه علاوه وُو چې هغې له يې د سخاوت سره ورکړې وې. بيا هغه او د هغې ډله د شيبا مُلک ته راواپس شوه.</verse>
				<verse number="14">سليمان بادشاه ته هر کال تقريباً درويشت زره کلو سرۀ زر مِلاوېدل</verse>
				<verse number="15">د دې نه علاوه چې سوداګرو کوم محصُول ورکولو، د تجارت ګټه او چې د بنى اِسرائيلو د مُلک د ضِلعو حاکِمانو او د عربو بادشاهانو چې کوم محصُول ورکولو هغه هم ورته مِلاوېدو.</verse>
				<verse number="16">سليمان دوه سوه لوئ ډالونه جوړ کړل، چې په هر يو باندې تقريباً اووۀ کلو د ټکولے شوو سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو.</verse>
				<verse number="17">هغۀ درې سوه واړۀ ډالونه هم جوړ کړل، چې په هر يو باندې تقريباً دوه کلو د ټکولے شوو سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو. هغۀ دا ټول ډالونه په هغه دربار کښې کېښودل چې نوم يې د لبنان ځنګل وو.</verse>
				<verse number="18">هغۀ يو لوئ تخت هم جوړ کړو چې يوه حِصه يې د هاتى په غاښونو پټه وه او نور په سوچه سرو زرو باندې پټ وو.</verse>
				<verse number="19">د تخت شپږ پوړۍ وې چې بره ورختلې وې، چې د هرې پوړۍ په يو سر او بل سره باندې د ازمرو مجسمې وې، چې ټول دولس ازمرى وُو. تخت شا طرف ګول وو او د دواړو بازوګانو سره يې يو يو د ازمرى مجسمه وه. په بله يوه بادشاهۍ کښې کله هم داسې تخت موجود نۀ وو.</verse>
				<verse number="20"></verse>
				<verse number="21">د سليمان د څښلو ټولې پيالۍ د سرو زرو نه جوړې وې او د لبنان د ځنګل په دربار کښې ټول لوښى د سوچه سرو زرو وُو. سپين زر په کښې بېخى نۀ وُو استعمال شوى، ځکه چې د سليمان په وخت کښې دا قيمتى نۀ شو ګڼلے.</verse>
				<verse number="22">هغۀ سمندرى جهازُونه لرل چې د حيرام د جهازونو سره چلېدل. هر درې کاله پس به دا راواپس کېدل، چې سرۀ زر، سپين زر، د هاتى غاښونه، شادوګان او طاؤسان به يې راوړل.</verse>
				<verse number="23">سليمان د دُنيا د نورو ټولو بادشاهانو نه زيات مالداره او د ټولو نه زيات د حِکمت خاوند وو،</verse>
				<verse number="24">او ټولې دُنيا به دا غوښتل چې هغۀ له راشى او د هغۀ حِکمت ته غوږ ونيسى چې خُدائ پاک هغۀ له ورکړے دے.</verse>
				<verse number="25">چې هر څوک به هغۀ له راتلو نو هغۀ له به يې څۀ تُحفه راوړه، لکه سپين زر او سرۀ زر، چُوغې، وسلې، مصالحې، آسونه، او قچر. کال په کال به داسې کېدل.</verse>
				<verse number="26">سليمان د څوارلسو سوو جنګى ګاډو او دولسو زرو په آسونو سوارو فوجيانو يو لوئ لښکر جوړ کړو. هغۀ څۀ په يروشلم کښې وساتل او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې دېره کړل.</verse>
				<verse number="27">د هغۀ په بادشاهۍ کښې سپين زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام وُو او دِيار د يهوداه غرونو په لمن کښې د چِنار په شان ډېر تېر وُو.</verse>
				<verse number="28">د سليمان سوداګرو د مِصر او قوعى نه آسونه اخستل</verse>
				<verse number="29">هغوئ به يوه جنګى ګاډۍ د مِصر نه په شپږ سوه د سپينو زرو په سيکو او آس به يې په يو نيم سل د سپينو زرو په سيکو اخستلو او حِتى او شامى بادشاهانو له به يې د خرڅولو دپاره آسونه او جنګى ګاډۍ لېږلې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">او سليمان د پردى مُلک د ډېرو ښځو سره مينه کوله. د فِرعون د لور نه علاوه هغۀ حِتۍ، موآبۍ، عمونۍ، ادومۍ او صيدانۍ ښځې وادۀ کړې.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له دا حُکم ورکړے وو چې د دې قومونو سره ودونه مۀ کوئ ځکه چې د دې په وجه به د بنى اِسرائيلو زړونه نورو خُدايانو ته واوړى، خو سليمان د غېرو قومو ښځو مينه نۀ پرېښودله.</verse>
				<verse number="3">سليمان اووۀ سوه شهزادګۍ وادۀ کړې او درې سوه وينځې يې هم وې. نو هغوئ د هغۀ زړۀ د خُدائ پاک نه واړولو</verse>
				<verse number="4">او چې سليمان بوډا شو نو هغوئ د هغۀ زړۀ پردو خُدايانو ته واړولو او هغه د خپل پلار داؤد په شان د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره وفادار پاتې نۀ شو.</verse>
				<verse number="5">هغۀ د صيدان عستارات مجسمې او د عمون د پليت مولک بُت عبادت يې وکړو.</verse>
				<verse number="6">نو سليمان هغه څۀ وکړل چې څۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بد وُو او هغۀ د مالِک خُدائ پوره تابعدارى نۀ کوله، لکه څنګه چې د هغۀ پلار داؤد کړې وه.</verse>
				<verse number="7">هغۀ د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته په غرۀ باندې د موآب د پليت معبود کموس او د عمون د پليت مولک بُت د عبادت دپاره يوه عبادتخانه جوړه کړه.</verse>
				<verse number="8">هغۀ د عبادت ځايونه هم جوړ کړل چرته به چې د هغۀ د پردى مُلک ټولو ښځو خوشبوئى سوزوله او خپلو خُدايانو ته به يې نذرانې پېش کولې.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دوه ځل سليمان ته څرګند شوے وو او دا حُکم يې ورکړے وو چې د پردو خُدايانو عبادت مۀ کوه، خو سليمان د مالِک خُدائ تابعدارى ونۀ کړه او د هغۀ نه واوړېدو. نو مالِک خُدائ سليمان ته په قهر شو</verse>
				<verse number="10"></verse>
				<verse number="11">او ورته يې وفرمائيل، ”تا قصداً ما سره خپل لوظ مات کړے دے او زما د حُکمونو نافرمانى دې کړې ده، نو زۀ به خامخا ستا نه بادشاهى اخلم او ستا يو نوکر له به يې ورکوم.</verse>
				<verse number="12">خو ستا د پلار داؤد په خاطر زۀ به داسې ستا په ژوند کښې نۀ کوم، خو ستا د زوئ په بادشاهۍ کښې به يې وکړم.</verse>
				<verse number="13">خو زۀ به د هغۀ نه ټوله بادشاهى نۀ اخلم، زۀ به د خپل خِدمت کوونکى داؤد او د خپل خوښ شوى ښار يروشلم د خاطره يوه قبيله هغۀ ته پرېږدم.“</verse>
				<verse number="14">نو مالِک خُدائ د ادوم شاهى خاندان حدد راوچت کړو چې د سليمان خِلاف شى.</verse>
				<verse number="15">د دې نه ډېر وخت وړاندې، کله چې داؤد ادوم فتح کړو او د هغۀ د لښکر مشر يوآب د مړو ښخولو له تلے وو نو داؤد او د هغۀ سړى په ادوم کښې شپږ مياشتې پاتې شول او په دې دوران کښې هغوئ په ادوم کښې ټول نران ووژل</verse>
				<verse number="16"></verse>
				<verse number="17">خو حدد او د هغۀ د پلار څۀ ادوميان نوکران مِصر ته تښتېدلى وُو. (په هغه وخت کښې حدد ماشوم وو.)</verse>
				<verse number="18">هغوئ ميديان پرېښودو او فاران ته لاړل، چې هلته يو څو نور سړى ورسره ملګرى شول. بيا هغوئ مِصر ته سفر وکړو او فِرعون له لاړل، هغۀ حدد له لږه زمکه او کور ورکړو او د خوراک بندوبست يې ورله وکړو.</verse>
				<verse number="19">او د فِرعون حدد دومره خوښ شو چې هغۀ له يې د خپلې ښځې يعنې د مَلِکې تحفنحيس خور وکړه، چې حدد يې وادۀ کړى.</verse>
				<verse number="20">د هغې نه يې يو زوئ جنوبت پېدا شو، چې هغه مَلِکې د فِرعون په محل کښې ساتلو او هلته د فِرعون د زامنو سره اوسېدو.</verse>
				<verse number="21">کله چې په مِصر کښې حدد ته دا پېغام ورسېدو چې داؤد او د لښکر مشر يوآب مړۀ شوى دى، نو حدد فِرعون ته ووئيل، ”ما پرېږده چې زۀ واپس خپل مُلک ته لاړ شم.“</verse>
				<verse number="22">فِرعون ترې نه تپوس وکړو، ”دلته تا ته د څۀ کمے دے؟ چې واپس خپل کور ته تلل غواړې.“ حدد فِرعون له جواب ورکړو، ”نه، بس ما له د تلو اجازت راکړه.“</verse>
				<verse number="23">خُدائ پاک د اليدع زوئ رِزون هم د سليمان خِلاف کړو. رِزون د خپل نېک يعنې د ضوباه بادشاه هدد‌عزر نه تښتېدلے وو،</verse>
				<verse number="24">او هغه د بدمعاشانو د يوې قبيلې مشر شوے وو. دا د هغې نه پس شوى وُو چې کله داؤد هدد‌عزر له شکست ورکړو. رِزون او د هغۀ سړى لاړل او په دمشق کښې اوسېدل، چې هلته خپلو سړو هغه په دمشق کښې بادشاه جوړ کړو.</verse>
				<verse number="25">د سليمان په ټول ژوند کښې رِزون د بنى اِسرائيلو دشمن وو او د حدد په شان يې هغوئ په تکليف کول، هغۀ د بنى اِسرائيلو نه نفرت کولو خو په خپله يې په شام بادشاهى کوله.</verse>
				<verse number="26">يو بل سړے د نباط زوئ يربعام د سليمان بادشاه خِلاف شو چې هغه د سليمان خپل يو آفسر وو. يربعام په اِفرائيم کښې د صريده وو. او د يربعام د کونډې مور نوم صروعه وو.</verse>
				<verse number="27">دا د هغۀ د بغاوت قيصه ده. سليمان د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته بره ختلى پټى جوړول او د ښار دېوالونه يې مرمت کول.</verse>
				<verse number="28">يربعام يو تکړه زلمے وو او کله چې سليمان ته پته ولګېده چې هغه څومره محنتى دے، نو هغه يې د منسى او اِفرائيم قبيلو په علاقه کښې د هغه مزدورانو مشر جوړ کړو.</verse>
				<verse number="29">يوه ورځ کله چې يربعام د يروشلم نه سفر کولو نو په لاره باندې اخياه پېغمبر ورسره مِلاو شو، اخياه د سيلا وو. او په مېدان کښې د هغوئ نه بغېر نور هيڅ څوک هم نۀ وُو، اخياه نوې چُوغه اغوستې وه.</verse>
				<verse number="30">اخياه چې کومه نوې چُوغه اغوستې وه هغه يې وويستله او دولس ټوټې يې کړه،</verse>
				<verse number="31">او يربعام ته يې ووئيل، ”لس ټوټې د ځان دپاره واخله، ځکه مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا ته وائى چې زۀ د سليمان نه بادشاهى اخلم او تا له به لس قبيلې درکوم.</verse>
				<verse number="32">سليمان به يوه قبيله زما د خِدمت کوونکى داؤد او د يروشلم په خاطر وساتى، دا هغه ښار دے چې د بنى اِسرائيل په ټول مُلک کښې ما خوښ کړے دے چې زما شى.</verse>
				<verse number="33">زۀ داسې ځکه کوم چې سليمان زۀ رد کړے يم او د پردو خُدايانو عبادت يې کړے دے يعنې، د صيدان د مجسمې عستارات، د موآب بُت کموس او د عمون بُت مولک. سليمان زما نافرمانى کړې ده، هغۀ زۀ نۀ يم رضا کړے او لکه څنګه چې د هغۀ پلار داؤد زما په قانون او حُکمونو عمل کولو داسې هغۀ نۀ دے کړے.</verse>
				<verse number="34">خو زۀ به د سليمان نه ټوله بادشاهى نۀ اخلم او چې ترڅو ژوندے وى نو هغه به بادشاه ساتم. زۀ به داسې زما خِدمت کوونکى د داؤد د خاطره کوم، کوم چې ما خوښ کړے وو او هغۀ زما قانون او حُکمونه منلى وُو.</verse>
				<verse number="35">زۀ به د سليمان د زوئ نه بادشاهى واخلم او لس قبيلې به درته حواله کړم،</verse>
				<verse number="36">خو زۀ به د سليمان زوئ ته يوه قبيله پرېږدم، نو چې زما د خِدمت کوونکى داؤد د اولاد نه همېشه زما يو کس وى چې په يروشلم کښې بادشاهى کوى، هغه ښار چې ما خوښ کړے دے چې چرته به زما عبادت کيږى.</verse>
				<verse number="37">يربعامه، زۀ به تا د اِسرائيل بادشاه جوړ کړم او تۀ به په هغه ټوله علاقه بادشاهى کوې چې ستا زړۀ يې غواړى.</verse>
				<verse number="38">کۀ تۀ زما د حُکم پوره تابعدارى کوې، زما د قانون په مطابق ژوند تېروې او زما د حُکمونو او تعليماتو په مطابق هغه کار کوې چې زما په نظر کښې ښۀ وى، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى داؤد کول، نو زۀ به همېشه ستا مل يم. زۀ به تا د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم او ستا اولاد به ستا نه پس خامخا بادشاهى کوى، لکه څنګه چې ما د داؤد دپاره کړى دى.</verse>
				<verse number="39">د سليمان د ګناه په وجه به زۀ د داؤد اولاد له سزا ورکوم، خو دا به د همېشه دپاره نۀ وى.“</verse>
				<verse number="40">سليمان د يربعام د وژلو کوشش کولو، خو يربعام د مِصر بادشاه سيساق له وتښتېدو او د سليمان تر مرګه پورې هلته ايسار وو.</verse>
				<verse number="41">د سليمان کارنامې، د هغۀ حِکمت او چې نور څۀ يې هم کړى وُو هغه ټول ”د سليمان شاه نامه“ نومې کِتاب کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="42">هغه څلوېښت کاله په ټولو بنى اِسرائيلو باندې په يروشلم کښې بادشاه وو.</verse>
				<verse number="43">هغه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ رحُبعام د هغۀ نه پس بادشاه شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">بيا رحُبعام شِکم ته لاړو، چرته چې ټول اِسرائيليان راغونډ شوى وُو چې دے بادشاه جوړ کړى.</verse>
				<verse number="2">کله چې د نباط زوئ يربعام د دې نه خبر شو چې څوک د سليمان بادشاه نه مِصر ته تښتېدلے وو، هغه د مِصر نه راواپس شو.</verse>
				<verse number="3">د شمالى قبيلو خلقو يربعام راوغوښتو او بيا هغه ټول ورسره رحُبعام له لاړل او هغۀ ته يې ووئيل،</verse>
				<verse number="4">”ستا پلار سليمان په مونږ باندې درانۀ بوجونه کېښودل. کۀ تۀ دا بوجونه سپک کړې، نو مونږ به ستا وفادار خلق يُو.“</verse>
				<verse number="5">هغۀ ورته ووئيل، ”درې ورځې پس راشئ نو زۀ به تاسو له جواب درکړم.“ نو هغوئ لاړل.</verse>
				<verse number="6">رحُبعام بادشاه د هغه سپين‌ږيرو مشرانو سره مشوره وکړه کوم چې د هغۀ د پلار سليمان مشوره ورکوونکى وُو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له مشوره راکړئ چې دې خلقو له څۀ جواب ورکړم؟“</verse>
				<verse number="7">هغوئ ورته ووئيل، ”کۀ تۀ نن د دې خلقو خِدمتګار جوړ شې او د هغوئ خِدمت وکړې او خوږې خبرې ورسره وکړې، نو هغوئ به تل ستا خِدمت کوونکى وى.“</verse>
				<verse number="8">خو هغۀ د مشرانو نصيحت رد کړو او هغه زلمو له لاړو کوم چې د هغۀ سره لوئ شوى وُو او اوس د هغۀ مشوره ورکوونکى وُو.</verse>
				<verse number="9">هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له مشوره راکړئ چې څۀ وکړُو. مونږ هغه خلقو ته څۀ ووايو چې ما ته وائى چې د هغوئ بوجونه سپک کړم چې زما پلار ورباندې اېښى دى؟“</verse>
				<verse number="10">نو زلمو ورته ووئيل، ”څوک چې آسان ژوند غواړى نو هغوئ ته ووايه چې، زما کچه ګوته زما د پلار د ملا نه غټه ده.</verse>
				<verse number="11">هغوئ ته ووايه چې، زما پلار په تاسو درانۀ بوجونه اچولى دى، خو زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ، خو زۀ به تاسو په لړمانو سم کړم.“</verse>
				<verse number="12">درې ورځې وروستو يربعام او ټول خلق رحُبعام بادشاه ته راواپس شول، لکه څنګه چې دې بادشاه ورته وئيلى وُو.</verse>
				<verse number="13">بادشاه د مشرانو سړو مشوره رد کړه او خلقو ته يې سختې خبرې وکړې،</verse>
				<verse number="14">هم هغه شان څنګه چې زلمو ورته وئيلى وُو. هغۀ ووئيل، ”زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه اچولى وُو، خو زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو باندې وهلئ، خو زۀ به تاسو په لړمانو باندې سموم.“</verse>
				<verse number="15">نو بادشاه خلقو ته غوږ ونۀ نيولو، دا هر څۀ ځکه بدل شول چې دا مالِک خُدائ ته منظوره وه چې هغه خبره پوره کړى چې مالِک خُدائ د سيلا پېغمبر اخياه په ذريعه د نباط زوئ يربعام ته کړې وه.</verse>
				<verse number="16">کله چې ټول بنى اِسرائيليان پوهه شول چې بادشاه هغوئ ته غوږ نۀ نيولو، نو هغوئ ووئيل، ”مونږ د داؤد بادشاهى نۀ منو، د يَسى په زوئ کښې زمونږ څۀ فائده ده. اے بنى اِسرائيلو، ځئ خپلو خېمو ته واپس لاړ شئ، د داؤد خاندان دې خپله بادشاهى سمباله کړى.“ او بنى اِسرائيليان خپلو خېمو ته لاړل.</verse>
				<verse number="17">خو رحُبعام په هغه بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى کوله کوم چې د يهوداه په علاقه کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="18">بيا رحُبعام بادشاه ادورام ولېږلو، کوم چې د هغه مزدورانو مشر وو چې په زور کار ترې نه اخستے شو، چې هغه اِسرائيل له لاړ شى، خو هغوئ هغه سنګسار کړو. رحُبعام په تېزۍ سره په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يروشلم ته وتښتېدو.</verse>
				<verse number="19">نو هم د هغه وخت نه د اِسرائيل خلق د داؤد د شاهى خاندان خِلاف بغاوت کوى.</verse>
				<verse number="20">کله چې اِسرائيليان خبر شول چې يربعام د مِصر نه راواپس شوے دے، نو هغه يې د خلقو يوې غونډې ته راوغوښتلو او د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو. صِرف د يهوداه قبيلې خلقو د داؤد اولاد منلو.</verse>
				<verse number="21">کله چې رحُبعام يروشلم ته ورسېدو، نو هغۀ د يهوداه او بنيامين قبيلې نه يو لاک اتيا زره ښۀ فوجيان راغونډ کړل. هغۀ دا اراده وکړه چې د جنګ دپاره لاړ شى چې د اِسرائيل شمالى قبيلې په خپل قابو کښې بيا راولى.</verse>
				<verse number="22">خو خُدائ پاک سمعياه پېغمبر ته وفرمائيل</verse>
				<verse number="23">چې هغه رحُبعام او د يهوداه او د بنيامين ټولو خلقو ته دا پېغام ورسوى،</verse>
				<verse number="24">”په خپلو وروڼو يعنې اِسرائيل باندې حمله مۀ کوئ. ټول کور ته لاړ شئ ځکه چې څۀ وشول نو هغه ما کړى دى.“ هغوئ ټولو د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او واپس کورونو ته لاړل.</verse>
				<verse number="25">د اِسرائيل بادشاه يربعام د اِفرائيم غرونو په مُلک شِکم کښې د پَخو دېوالونو ښار جوړ کړو. بيا هغه لاړو او د فنواېل ښار دپاره يې پاخۀ دېوالونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="26">هغۀ د خپل ځان سره ووئيل، ”اوس خبره داسې ده، کۀ زما خلق يروشلم ته لاړ شى او هلته د مالِک خُدائ په کور کښې نذرانې پېش کړى نو هغوئ به خپله وفادارى د يهوداه بادشاه رحُبعام ته بدله کړى او ما به ووژنى.“</verse>
				<verse number="27"></verse>
				<verse number="28">د مشورې اخستلو نه پس، بادشاه دوه د سرو زرو سخى جوړ کړل او خپلو خلقو ته يې ووئيل، ”تاسو د ډېرې مودې نه د عبادت دپاره يروشلم ته ځئ. اے اِسرائيليانو، ستاسو خُدايان دا دى چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ.“</verse>
				<verse number="29">هغۀ د سرو زرو يو سخے په بيت‌ايل کښې او بل په دان کښې کېښودو.</verse>
				<verse number="30">نو داسې خلقو ګناه وکړه، ځکه چې هغوئ د عبادت دپاره بيت‌ايل او دان ته لاړل.</verse>
				<verse number="31">او يربعام په علاقو کښې د عبادت ځايونه هم جوړ کړل او د هغه کورونو نه يې اِمامان خوښ کړل کوم چې د ليوى قبيلې نه نۀ وُو.</verse>
				<verse number="32">يربعام د اتمې مياشتې په پينځلسمه ورځ په يهوداه کښې د اختر په شان يو مذهبى اختر هم مقرر کړو. د سرو زرو کوم سخى يې چې جوړ کړى وُو نو په بيت‌ايل کښې يې په قربان‌ګاه باندې هغې ته نذرانې پېش کړې او هغۀ هلته په بيت‌ايل کښې د عبادت په هغه ځايونو کښې د خِدمت دپاره اِمامان کښېنول کومې علاقائى عبادتخانې چې هغۀ جوړې کړې وې.</verse>
				<verse number="33">او د اتمې مياشتې په پينځلسمه ورځ کومه ورځ چې هغۀ په خپله مقرره کړې وه، نو هغه بيت‌ايل ته لاړو او هغۀ چې د اِسرائيليانو دپاره کوم اختر مقرر کړے وو د هغې د مناوولو دپاره هغۀ په قربان‌ګاه باندې يوه نذرانه پېش کړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ په حُکم باندې د يهوداه قبيلې نه د خُدائ پاک يو سړے بيت‌ايل ته لاړو او هلته په هغه وخت ورسېدو چې يربعام نذرانې پېش کولو دپاره د قربان‌ګاه سره ولاړ وو.</verse>
				<verse number="2">د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق هغۀ قربان‌ګاه ته مخامخ چغه کړه، ”اے قربان‌ګاه، اے قربان‌ګاه. مالِک خُدائ داسې فرمائى، د داؤد په خاندان کښې به يو ماشوم پېدا شى چې د هغۀ نوم به يوسياه وى. هغه به په تا باندې هغه اِمامان حلال کړى کوم چې په تا باندې نذرانې پېش کوى خو په حقيقت کښې په علاقائى عبادتخانې کښې خِدمت کوى او هغه به درباندې د بنيادمو هډُوکى وسوزوى.“</verse>
				<verse number="3">او پېغمبر خبره جارى وساتله، ”دا قربان‌ګاه به ټوټې ټوټې شى او ايرې به يې خوَرې وَرې شى. نو بيا به تا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ زما په ذريعه خبرې کړې دى.“</verse>
				<verse number="4">کله چې يربعام بادشاه دا واورېدل نو هغۀ ورته اِشاره وکړه او حُکم يې ورکړو، ”دا سړے ونيسئ.“ نو د بادشاه لاس سمدستى شل شو او واپس يې راغونډ نۀ کړے شو.</verse>
				<verse number="5">نو قربان‌ګاه سمدستى ټوټې ټوټې شوه او ايرې په زمکه ورغورزېدې، لکه څنګه چې هغه پېغمبر د مالِک خُدائ په نوم پېشګوئې کړې وه.</verse>
				<verse number="6">يربعام بادشاه پېغمبر ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک ته زما دپاره دُعا وکړه او هغۀ ته سوال وکړه چې زما لاس روغ کړى.“ نو پېغمبر مالِک خُدائ ته سوال وکړو او د بادشاه لاس روغ شو.</verse>
				<verse number="7">بيا بادشاه پېغمبر ته ووئيل، ”ما سره کور ته لاړ شه او روټۍ راسره وخوره. تا چې څۀ کړى دى نو زۀ به د هغې اِنعام درکړم.“</verse>
				<verse number="8">خو د خُدائ پاک سړى ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ ما له ستا نيم دولت هم راکړې، نو زۀ به تا سره لاړ نۀ شم او نۀ به هلته ستا نه څۀ وخورم او نۀ وڅښم.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې نۀ به څۀ خورې او نۀ څښې او چې په کومه لار راغلے يې په هغې به واپس هم نۀ ځې.“</verse>
				<verse number="10">خو چې په کومه لار هغه راغلے وو نو واپس په هغې لا نۀ ړو او په بله لار لاړو.</verse>
				<verse number="11">په هغه وخت کښې يو بوډا پېغمبر چې په بيت‌ايل کښې اوسېدو، د هغۀ زامن راغلل او هغۀ ته يې هغه څۀ ووئيل چې د يهوداه پېغمبر په هغه ورځ په بيت‌ايل کښې څۀ کړى وُو او څۀ يې يربعام بادشاه ته فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="12">هغه بوډا پېغمبر د هغوئ نه تپوس وکړو، ”کله چې هغه تلو نو په کومه لاره لاړو؟“ نو هغوئ ورته هغه سړک وښودلو</verse>
				<verse number="13">او هغۀ هغوئ ته ووئيل چې زما دپاره خپل خر کته کړئ. نو هغوئ ورله خر کته کړو او هغه ورباندې سور شو.</verse>
				<verse number="14">د يهوداه په پېغمبر پسې په هغه سړک روان وو او هغه يې وموندو چې د څېړۍ د ونې لاندې ناست وو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د يهوداه پېغمبر يې څۀ؟“ هغه سړى جواب ورکړو، ”آو، زۀ يم.“</verse>
				<verse number="15">نو بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”ما سره کور ته لاړ شه او روټۍ وخوره.“</verse>
				<verse number="16">خو د يهوداه پېغمبر ورته وفرمائيل، ”زۀ تا سره واپس نۀ شم تلے او نۀ په دې ځائ کښې تا سره روټۍ خوړے شم او نۀ اوبۀ څښلے شم،</verse>
				<verse number="17">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې تۀ به هلته نۀ روټۍ خورې او نۀ به اوبۀ څښې او چې په کومه لاره تلے يې، نو په هغې به واپس نۀ راځې.“</verse>
				<verse number="18">نو د بيت‌ايل بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستا په شان پېغمبر يم او د مالِک خُدائ په حُکم ما ته يوې فرښتې وفرمائيل چې د ځان سره دې کور ته بوځم او زۀ ستا مېلمستيا وکړم.“ خو دروغ يې ورته ووئيل.</verse>
				<verse number="19">نو د يهوداه پېغمبر د هغه بوډا پېغمبر سره کور ته لاړو او د هغۀ سره يې روټۍ وخوړه او اوبۀ يې ورسره وڅښلې.</verse>
				<verse number="20">چې کله هغوئ په دسترخوان ناست وُو، نو په هغه بوډا پېغمبر باندې د مالِک خُدائ کلام نازل شو،</verse>
				<verse number="21">او هغۀ د يهوداه پېغمبر ته چغه کړه، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې تا د هغۀ نافرمانى کړې ده او چې هغۀ څۀ حُکم درکړے وو هغه شان دې ونۀ کړل.</verse>
				<verse number="22">خو تۀ واپس راغلې او په هغه ځائ کښې دې روټۍ وخوړه او اوبۀ دې وڅښلې چې هغۀ تا ته فرمائيلى وُو چې هلته به خوراک څښاک نۀ کوې. نو په دې وجه تۀ به د پلار نيکۀ په اديره کښې نۀ شې ښخولے.“</verse>
				<verse number="23">کله چې هغوئ خوراک ختم کړو، نو هغه بوډا پېغمبر د يهوداه پېغمبر دپاره خر کته کړو،</verse>
				<verse number="24">هغه روان شو. په لار کښې يو زمرے ورباندې راغلو او هغه يې ووژلو. د هغۀ لاش په سړک پروت وو او خر او زمرے ورسره ولاړ وُو.</verse>
				<verse number="25">څۀ سړى هلته تېرېدل او په سړک باندې يې لاش وليدو چې زمرے ورسره نزدې ولاړ وو. هغوئ بيت‌ايل ته لاړل او چې څۀ يې ليدلى وُو په هغې باندې يې خلق خبر کړل.</verse>
				<verse number="26">کله چې بوډا پېغمبر د دې نه خبر شو، نو هغۀ وفرمائيل، ”دا هغه پېغمبر دے چې د مالِک خُدائ نافرمانى يې کړې ده. نو دا ځکه مالِک خُدائ زمرے ورولېږلو چې حمله پرې وکړى او مړ يې کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو.“</verse>
				<verse number="27">بيا هغۀ خپلو زامنو ته وفرمائيل، ”زما دپاره زما خر کته کړئ.“ نو هغوئ هم داسې وکړل،</verse>
				<verse number="28">او هغه روان شو او د هغه پېغمبر لاش يې وليدو چې په سړک پروت وو، چې خر او زمرے تر اوسه پورې ورسره ولاړ وُو، ازمرى نۀ لاش خوړلے وو او نۀ يې په خر حمله کړې وه.</verse>
				<verse number="29">هغه بوډا پېغمبر لاش راواخستو، په خرۀ يې کېښودو او واپس يې بيت‌ايل ته راوړو چې په دې باندې غم وکړى او ښخ يې کړى.</verse>
				<verse number="30">هغه يې د خپل خاندان په قبر کښې ښخ کړو او هغه او د هغۀ زامنو په هغۀ باندې غمژن وُو او وئيل يې چې، ”اے زما وروره ډېر افسوس دے.“</verse>
				<verse number="31">چې هغه يې ښخ کړو نو پېغمبر خپلو زامنو ته وفرمائيل، ”کله چې زۀ مړ شم، نو ما په هغه قبر کښې ښخ کړئ چې په کوم کښې د خُدائ پاک نبى ښخ دے، او زما لاش د هغۀ د هډوکو په خوا کښې کېږدئ.</verse>
				<verse number="32">نو هغۀ چې د مالِک خُدائ په حُکم کومې خبرې په بيت‌ايل کښې د قربان‌ګاه خِلاف او د سامريه په ښارونو کښې د علاقائى عبادتخانې خِلاف کولې نو هغه به خامخا رښتيا شى.“</verse>
				<verse number="33">خو د اِسرائيل بادشاه يربعام بيا هم د خپلو بدو عملونو نه نۀ اوړېدو او د هر قِسم خلقو اِمامان يې خوښول، چې په هغه علاقائى عبادتخانې کښې خِدمت وکړى چې کومې هغۀ جوړې کړې وې. چې چا هم اِمام جوړېدل غوښتل نو هغه به يې اِمام مقررولو.</verse>
				<verse number="34">د دې ګناه په وجه د يربعام بادشاهى ختمه شوه او د زمکې د مخ نه ورکه شوه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">په هغه وخت کښې د يربعام بادشاه زوئ ابياه بيمار شو.</verse>
				<verse number="2">يربعام خپلې ښځې ته ووئيل، ”خپل مخ پټ کړه چې څوک دې ونۀ پېژنى او سيلا ته لاړه شه چرته چې اخياه پېغمبر اوسيږى، چا چې فرمائيل چې زۀ به د اِسرائيل بادشاه جوړېږم.</verse>
				<verse number="3">هغۀ له لس غټې او څۀ نرۍ روټۍ او يو منګے شات ورکړه. د هغۀ نه تپوس وکړه چې په هلک باندې به څۀ چل کيږى.“</verse>
				<verse number="4">نو هغه په سيلا کښې د اخياه کور ته لاړه. د ډېر عُمر په وجه اخياه ړوند شوے وو.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ اخياه ته فرمائيلى وُو چې د يربعام ښځه د خپل بيمار زوئ په حقله تپوس کولو له راروانه ده. او مالِک خُدائ اخياه ته وفرمائيل چې څۀ به وائې. کله چې د يربعام ښځه راورسېده، نو هغې داسې ښکاره کړل چې هغه ګنې بل څوک ده.</verse>
				<verse number="6">خو چې کله اخياه ته پته ولګېده چې هغه په دروازه باندې راننوځى، نو هغۀ وفرمائيل، ”د يربعام ښځې دننه راشه. تۀ دا ولې ښکاره کوې چې ګنې بل څوک يې؟ ما سره ستا دپاره يو بد خبر دے.</verse>
				<verse number="7">لاړه شه او يربعام ته ووايه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغۀ ته فرمائى چې ما ستا درجه د نورو خلقو نه اوچته کړه او زما د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه مې جوړ کړې.</verse>
				<verse number="8">د داؤد اولاد نه ما بادشاهى واخستله او تا له مې درکړه. خو تۀ زما د خِدمت کوونکى داؤد په شان نۀ يې، چې هغه زما پوره تابعدار وو، زما حُکمونه يې منل او صِرف هغه څۀ يې کول چې ما ورته وئيل.</verse>
				<verse number="9">تا د هغوئ نه هم لوئې ګناهونه وکړل چې کومو ستا نه مخکښې بادشاهى کوله. تا زۀ رد کړے يم او زما غصه دې راپارولې ده ځکه چې د عبادت دپاره دې بُتان او مجسمې جوړې کړې دى.</verse>
				<verse number="10">نو د دې په وجه به زۀ ستا په شاهى خاندان وبا راولم او ستا د اولاد ټول نران به ووژنم کۀ هغه آزاد وى او کۀ غلام. او زۀ به ستا د خاندان نه ځان خلاص کړم، هغوئ به داسې فنا شى لکه چې څپياکې وسوزولے شى.</verse>
				<verse number="11">ستا د خاندان هر يو کس چې په ښار کښې مړ شى نو سپى به هغه وخورى او چې څوک په مېدان کښې مړ شى نو مارغان به هغه وخورى. ما مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“</verse>
				<verse number="12">او اخياه د يربعام ښځې ته وفرمائيل، ”اوس واپس کور ته لاړه شه. چې څنګه تۀ ښار ته ورننوځې نو ستا زوئ به مړ شى.</verse>
				<verse number="13">ټول بنى اِسرائيليان به په هغۀ ماتم وکړى او ښخ به يې کړى. صِرف دے به د يربعام د خاندان هغه کس وى چې په صحيح طريقه کفن دفن شوے وى، ځکه چې صِرف د هغۀ نه مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک رضا دے.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ په اِسرائيل باندې يو بادشاه مقرروى چې هغه به د يربعام د خاندان بادشاهى ختمه کړى او دا به هم اوس اوس وشى.</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ به د اِسرائيل مُلک له سزا ورکړى او هغه به داسې وخوځوى لکه چې په يوه وَله کښې د لوخې بوټے خوځيږى. هغه به اِسرائيل د دې ښۀ مُلک نه د بېخ نه وباسى کوم چې هغۀ د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړ‌ے وو او هغوئ به د فرات سيند نه اخوا خوارۀ وارۀ کړى، ځکه چې هغوئ د اشيرې بُتانو جوړولو په وجه د هغۀ غصه راپارولې ده.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ به اِسرائيل ځکه پرېږدى چې يربعام ګناه کړې ده او اِسرائيل يې د ګناه طرف ته بوتلى دى.“</verse>
				<verse number="17">د يربعام ښځه واپس تِرضاه ته لاړه. چې څنګه هغه کور ته دننه شوه نو هغه هلک مړ شو.</verse>
				<verse number="18">ټول اِسرائيل په هغۀ پسې غم وکړو او هغه يې ښخ کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوونکى اخياه پېغمبر په ذريعه فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="19">يربعام بادشاه چې نور څۀ هم وکړل، هغۀ چې کوم جنګونه کړى وُو او چې هغۀ څنګه بادشاهى کوله نو دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="20">يربعام دوويشت کاله بادشاهى وکړه. هغه مړ شو او ښخ شو او د هغۀ زوئ ندب د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="21">د سليمان زوئ رحُبعام د يو څلوېښتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ اوولس کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه، دا هغه ښار دے چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو ټولې علاقې نه خوښ کړے دے چرته چې د هغۀ عبادت کيږى. د رحُبعام مور نعمه د عمون وه.</verse>
				<verse number="22">د يهوداه خلقو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې ځکه راوپاروله چې د خپل پلار نيکۀ نه زياته نافرمانى يې وکړه.</verse>
				<verse number="23">هغوئ د غلطو خُدايانو دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې او د کاڼو ستنې او د اشيرې بُت نښې يې ولګولې چې په غرونو او د شنو ونو لاندې عبادت وکړى.</verse>
				<verse number="24">د دې هر څۀ نه بده خبره دا وه چې هلته سړى او ښځې وې چې د غېرو قومونو د عبادت په ځايونو کښې يې کنجرتوب کولو. د يهوداه خلقو هغه ټول حرام کارونه وکړل کوم چې هغه خلقو کول څوک چې مالِک خُدائ په هغه وخت شړلى وُو چې کله بنى اِسرائيليان په مُلک کښې مخ په وړاندې تلل.</verse>
				<verse number="25">د رحُبعام د بادشاهۍ په پينځم کال د مِصر بادشاه سيساق په يروشلم حمله وکړه.</verse>
				<verse number="26">هغۀ د مالِک خُدائ د کور او د محل ټولې خزانې يوړلې سره د سرو زرو هغه ډالونو چې سليمان جوړ کړى وُو.</verse>
				<verse number="27">د دې په ځائ رحُبعام بادشاه د زېړو ډالونه جوړ کړل او د هغه آفسرانو په حواله يې کړل کوم چې د محل د دروازو څوکيداران وُو.</verse>
				<verse number="28">هر ځل به چې بادشاه د مالِک خُدائ کور ته تلو، نو څوکيدارانو به ډالونه وړل او بيا به يې واپس د څوکيدارانو کوټې ته راوړل.</verse>
				<verse number="29">نور هر څۀ چې رحُبعام بادشاه کړى وُو نو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="30">په دې ټوله موده کښې رحُبعام او يربعام د يو بل خِلاف په جنګ کښې وُو.</verse>
				<verse number="31">رحُبعام مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو. د هغۀ مور نعمه وه. او د رحُبعام زوئ ابياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">د يربعام د نباط د زوئ د بادشاهۍ په اتلسم کال، ابياه د يهوداه بادشاه شو،</verse>
				<verse number="2">او هغۀ په يروشلم کښې درې کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور معکه د ابى‌سلوم لور وه.</verse>
				<verse number="3">هغۀ د خپل پلار په شان هم هغه ګناهونه وکړل او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک وفادار نۀ وو، لکه څنګه چې د هغۀ نيکۀ داؤد وفادار وو.</verse>
				<verse number="4">خو مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د داؤد د خاطره ابياه له يو زوئ ورکړو چې د هغۀ نه پس په يروشلم بادشاهى کوى او د دې حِفاظت کوى.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل چې داؤد به هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو او ټول عُمر يې د حِتى اورِياه د مسئلې نه بغېر د هغۀ د يو حُکم نافرمانى نۀ وه کړې.</verse>
				<verse number="6">کوم جنګ چې د رحُبعام او يربعام په مينځ کښې شروع شوے وو نو هغه د ابياه په ټول ژوند کښې جارى وو.</verse>
				<verse number="7">او نور هر څۀ چې ابياه کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="8">ابياه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ آسا د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="9">د اِسرائيلو د بادشاه د يربعام د بادشاهۍ په شلم کال آسا د يهوداه بادشاه شو،</verse>
				<verse number="10">او هغۀ يو څلوېښت کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه. د هغۀ نيا معکه وه، چې د ابى‌سلوم لور وه.</verse>
				<verse number="11">آسا د خپل پلار نيکۀ داؤد په شان هم هغه څۀ کول چې مالِک خُدائ ورباندې رضا کېدو.</verse>
				<verse number="12">هغۀ د مُلک د بُتانو د عبادت د ځايونو نه ټول نران او ښځې کنجرې وويستلې او هغه ټول بُتان يې لرې کړل چې د هغۀ پلار نيکۀ جوړ کړى وُو.</verse>
				<verse number="13">هغۀ خپله نيا معکه د ”مور مَلِکه“ د عُهدې نه لرې کړه، ځکه چې هغې د اشيرې يو بې‌حيا بُت جوړ کړے وو. آسا دا بُت مات کړو او د قِدرون په مېدان کښې يې وسوزولو.</verse>
				<verse number="14">اګر چې آسا علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه کړى، خو بيا هم ټول عُمر د مالِک خُدائ وفادار وو.</verse>
				<verse number="15">د هغۀ پلار چې کوم څيزونه خُدائ پاک ته وقف کړى وُو نو هغه ټول يې د مالِک خُدائ په کور کښې کېښودل، د سرو زرو او سپينو زرو هغه څيزونه يې هم کېښودل چې هغۀ په خپله وقف کړى وُو.</verse>
				<verse number="16">د يهوداه بادشاه آسا او د اِسرائيل بادشاه بعشا د خپلې بادشاهۍ په دوران کښې همېشه د يو بل خِلاف په جنګ وُو.</verse>
				<verse number="17">بعشا په يهوداه حمله وکړه او د راما نه يې پاخۀ دېوالونه تاو کړل چې د يهوداه ټول تګ راتګ بند کړى.</verse>
				<verse number="18">نو آسا بادشاه هغه ټول سپين زر او سرۀ زر يوړل چې د مالِک خُدائ په کور او محل په خزانو کښې پاتې وُو او دا يې د خپلو آفسرانو په ذريعه د دې پېغام سره دمشق ته د شام بادشاه بِن‌حدد له ولېږل چې هغه د حزيون نمسے او طاب‌رمون زوئ وو،</verse>
				<verse number="19">”راځه چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان په خپلو کښې لوظ وکړُو. ګوره، دا سپين زر او سرۀ زر تحفه درلېږم. نو د اِسرائيل بادشاه بعشا سره خپل اِتحاد مات کړه، چې هغه زما د علاقې نه خپل فوجيان بهر کړى.“</verse>
				<verse number="20">بِن‌حدد بادشاه د آسا خبرې ته راضى شو او خپل فوجى آفسران او د هغوئ لښکر يې ولېږلو چې د اِسرائيل په ښارونو حمله وکړى. هغوئ عيون، دان، ابيل‌بيت‌معکه، د ګليل ډنډ ته نزدې علاقه او د نفتالى ټوله علاقه قبضه کړه.</verse>
				<verse number="21">کله چې بعشا بادشاه د دې نه خبر شو، نو هغۀ د راما دېوالونه پخول پرېښودل او تِرضاه ته لاړو.</verse>
				<verse number="22">بيا آسا بادشاه په ټوله يهوداه کښې هر چا ته دا حُکم وکړو چې د راما نه هغه کاڼى او لرګى يوسى چې بعشا د دې پَخو دېوالونو جوړولو دپاره استعمالول. د دې سامان سره آسا د مصفاه او جبعه ښار مضبوط کړو چې د بنيامين په علاقه کښې وو.</verse>
				<verse number="23">نور هر څۀ چې آسا بادشاه کړى وُو، د هغۀ د بهادرۍ کارنامې او کوم ښارونه يې چې جوړ کړى وُو، دا هر څۀ د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. خو په بوډاتوب کښې ورباندې د پښو بيمارى راغله.</verse>
				<verse number="24">آسا مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوسفط د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="25">د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په دوېم کال کښې، د يربعام بادشاه زوئ ندب د اِسرائيل بادشاه شو او دوه کاله يې بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="26">لکه څنګه چې د هغۀ پلار د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه نو هغۀ هم وکړه او اِسرائيليان يې د ګناه طرف ته بوتلل.</verse>
				<verse number="27">د يساکار قبيلې د اخياه زوئ بعشا د ندب خِلاف منصوبه جوړه کړه او هغه يې ووژلو، په دې وخت کښې ندب او د هغۀ لښکر د فلستيه په مُلک کښې د جبتون ښار محاصره کړے وو.</verse>
				<verse number="28">د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په درېم کال داسې وشول. او بعشا د ندب نه پس د اِسرائيل بادشاه شو.</verse>
				<verse number="29">څنګه چې هغه بادشاه شو نو هغۀ د يربعام د خاندان کسان ووژل. هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوونکى د سيلا پېغمبر اخياه په ذريعه فرمائيلى وُو، د يربعام مکمل خاندان ووژلے شو، يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.</verse>
				<verse number="30">دا ځکه چې يربعام د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله، دا د هغې ګناه په وجه چې هغۀ کړې وه او اِسرائيليان هم د ګناه طرف ته بوتلى وُو.</verse>
				<verse number="31">نور هر څۀ چې ندب کړى وُو نو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="32">د يهوداه بادشاه آسا او د اِسرائيل بادشاه بعشا هر وخت د يو بل خِلاف په جنګ کښې وُو.</verse>
				<verse number="33">د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په درېم کال د اخياه زوئ بعشا د ټول اِسرائيل بادشاه شو او څليريشت کاله يې په تِرضاه کښې بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="34">لکه څنګه چې مخکښې يربعام بادشاه ګناه کړې وه نو هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او اِسرائيليان يې د ګناه طرف ته بوتلل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">بيا د مالِک خُدائ کلام د حنانى په زوئ ياهُو پېغمبر نازل شو او د بعشا دپاره يې دا پېغام ورکړو،</verse>
				<verse number="2">”ما د خاورو نه اوچت کړې او د اِسرائيليانو مشر مې جوړ کړې. خو د يربعام په شان تا هم ګناه کړې ده او زما خلق دې د ګناه طرف ته بوتلى دى. د هغوئ ګناهونو زما غصه راپارولې ده،</verse>
				<verse number="3">نو زۀ به تا او ستا خاندان تباه کړم، لکه څنګه چې ما يربعام او د هغۀ خاندان تباه کړے وو.</verse>
				<verse number="4">ستا د خاندان هر يو کس چې په ښار کښې مړ شى نو سپى به يې وخورى او څوک هم چې په مېدان کښې مړۀ شى نو مارغان به يې وخورى.“</verse>
				<verse number="5">بعشا چې نور هر څۀ هم کړى دى سره د هغۀ د بهادرۍ ټولو کارنامو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="6">بعشا مړ شو او په تِرضاه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ ايله د هغۀ نه پس بادشاه شو.</verse>
				<verse number="7">د مالِک خُدائ پېغام د بعشا او د هغۀ خاندان خِلاف د ياهُو پېغمبر په ذريعه ورکړے شوے وو ځکه چې بعشا د مالِک خُدائ په نظر کښې ګناهونه کړى وُو. هغۀ د خپلو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ غصه راوپاروله، ځکه چې هغۀ د يربعام مکمل خاندان وژلے وو، نو هغه د يربعام په شان ظالم شو.</verse>
				<verse number="8">د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په شپږويشتم کال، د بعشا زوئ ايله د اِسرائيل بادشاه شو او دوه کاله يې په تِرضاه باندې بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="9">د هغۀ يو آفسر زِمرى چې د بادشاه د نيمو جنګى ګاډو مشر وو، د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه. او ايله يوه ورځ په تِرضاه کښې د محل مشر ارضه په کور کښې د ميو په نشه کښې وو.</verse>
				<verse number="10">زِمرى کور ته ورننوتلو، ايله يې ووژلو او د هغۀ په تخت کښېناستو. د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اوويشتم کال داسې وشول.</verse>
				<verse number="11">څنګه چې زمرے د هغۀ په تخت کښېناستو، نو هغۀ د بعشا د خاندان ټول کسان ووژل. د هغۀ ټول نران رشته‌دار او نران دوستان يې ووژل.</verse>
				<verse number="12">نو چې څنګه مالِک خُدائ د ياهُو پېغمبر په ذريعه د بعشا خِلاف فرمائيلى وُو، زِمرى د بعشا مکمل خاندان ووژلو.</verse>
				<verse number="13">د خپلې ګناه او د بنى اِسرائيلو د ګناه طرف ته بوتلو په وجه، بعشا او د هغۀ زوئ ايله د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله.</verse>
				<verse number="14">ايله چې نور هر څۀ هم کړى وُو نو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="15">د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اوويشتم کال، زِمرى په تِرضاه کښې اووۀ ورځې په اِسرائيل بادشاهى وکړه. د اِسرائيل فوجيانو په فلستيه کښې د جبتون ښار محاصره کړے وو،</verse>
				<verse number="16">او کله چې هغوئ خبر شو چې زِمرى د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړې ده او بادشاه يې وژلے دے، نو هلته هغوئ ټولو دا اِعلان وکړو چې د هغوئ فوجى مشر عُمرى د اِسرائيل بادشاه دے.</verse>
				<verse number="17">عُمرے او د هغۀ فوجيان د جبتون نه لاړل او تِرضاه يې محاصره کړو.</verse>
				<verse number="18">کله چې زِمرى وليدل چې ښار قبضه شوے دے، نو هغه د محل دنننۍ قلعې ته لاړو، په محل يې اور بل کړو او هغه د اور په لمبو کښې مړ شو.</verse>
				<verse number="19">د مالِک خُدائ خِلاف د هغۀ د ګناهونو په وجه داسې وشول، لکه څنګه چې د هغۀ نه مخکښېنى يربعام د خپلې ګناه په وجه مالِک خُدائ نارضا کړے وو او اِسرائيليان يې د ګناه طرف ته بوتلى وُو.</verse>
				<verse number="20">زِمرى چې نور څۀ هم کړى وُو، سره د هغۀ د بغاوت د منصوبې جوړولو، دا د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="21">نو د دې نه پس اِسرائيليان په دوو ډلو کښې تقسيم شول، نيمو کسانو وئيل چې د جينت زوئ تِبنى بادشاه جوړوُو او نيم د عُمرى په حق کښې وُو.</verse>
				<verse number="22">خو د عُمرى قبيلې وګټله او د جينت زوئ تِبنى په ډله باندې بريالى شول. تِبنى ووژلے شو او عُمرى بادشاه شو.</verse>
				<verse number="23">نو د يهوداه د آسا بادشاه د بادشاهۍ په يو دېرشم کال، عُمرى د اِسرائيل بادشاه شو او دولس کاله يې بادشاهى وکړه، وړومبے شپږ کاله هغۀ په تِرضاه کښې بادشاهى وکړه،</verse>
				<verse number="24">او بيا هغۀ د سپينو زرو په شپږ زره سيکو باندې د سامريه غر د يو سړى نه واخستلو چې نوم يې سمر وو. عُمرى د غرۀ نه پاخۀ دېوالونه تاو کړل، هلته يې يو ښار جوړ کړو او سامريه نوم يې پرې کېښودو، سمر د دې غر مخکښېنے مالِک وو.</verse>
				<verse number="25">عُمرى د مالِک خُدائ په نظر کښې بد کارونه کول او د مالِک خُدائ خِلاف يې د مخکښېنو بادشاهانو نه زياته ګناه وکړه.</verse>
				<verse number="26">د يربعام په شان، هغۀ هم د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله، دا د هغۀ د خپلې ګناه او د هغه ګناه په وجه وُو چې بنى اِسرائيليان يې د بُت پرستۍ طرف ته بوتلى وُو.</verse>
				<verse number="27">نور هر څۀ چې عُمرى کړى وُو او د هغۀ ټولې کاميابۍ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="28">عُمرى مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ اخى‌اب د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="29">د يهوداه بادشاه آسا د بادشاهۍ په اتۀ دېرشم کال، د عُمرى زوئ اخى‌اب د اِسرائيل بادشاه شو، هغۀ په سامريه کښې دوويشت کاله بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="30">هغۀ د مخکښېنو بادشاهانو د هر يو نه زيات د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.</verse>
				<verse number="31">هغۀ نۀ صرف د يربعام بادشاه ګناهونه معمولى ګڼل بلکې هغۀ د صيدانى بادشاه اِتبعل لور ايزبل هم وادۀ کړه او د بعل عبادت يې وکړو.</verse>
				<verse number="32">هغۀ په سامريه کښې د بعل دپاره يوه عبادتخانه او يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او هغه يې په کښې کېښودو.</verse>
				<verse number="33">هغۀ د اشيرې بُت ولګولو. د اِسرائيل د ټولو مخکښېنو بادشاهانو نه يې زيات د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله.</verse>
				<verse number="34">د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې د بيت‌ايل، حى‌اېل د يريحو ښار بيا جوړ کړو. کله چې حى‌اېل د يريحو بنياد کېښودو نو د هغۀ مشر زوئ ابيرام مړ شو او چې کله يې دروازې جوړې کړې نو د هغۀ کشر زوئ سجوب مړ شو، هم هغه شان لکه چې مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع په ذريعه د دې پېشګوئې کړې وه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">په جِلعاد کښې د تِشبى يو پېغمبر وو چې نوم يې الياس وو. هغۀ اخى‌اب بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ يعنې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت کوونکے يم، او زۀ د هغۀ په نوم قسم خورم چې ترڅو زۀ ونۀ وايم نو په راتلونکو کالونو کښې به باران نۀ کيږى. او پرخه قدرې به هم ونۀ شى.“</verse>
				<verse number="2">بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو،</verse>
				<verse number="3">”د دې ځائ نه نمرخاتۀ طرف ته لاړ شه او د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د کريت ولې سره نزدې پټ شه.</verse>
				<verse number="4">تۀ د ولې نه اوبۀ څښه او ما کارغانو له حُکم ورکړے دے چې هلته تا له خوراک راوړى.“</verse>
				<verse number="5">الياس د مالِک خُدائ فرمانبردارى وکړه او د کريت ولې سره نزدې د اوسېدو دپاره لاړو.</verse>
				<verse number="6">کارغانو به هغۀ له سحر او ماښام روټۍ او غوښه راوړه او هغۀ د ولې نه اوبۀ څښلې.</verse>
				<verse number="7">خو څۀ موده وروستو، په مُلک کښې د اوچ کالۍ په وجه هغه وَله اوچه شوه.</verse>
				<verse number="8">بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو چې،</verse>
				<verse number="9">”اوس د صيدا سره نزدې د صارفت ښار ته لاړ شه او هلته دېره شه. ما هلته يوې کونډې ته وئيلى دى چې تا له خوراک درکوى.“</verse>
				<verse number="10">نو الياس صارفت ته لاړو او چې څنګه هغه د ښار دروازې ته ورسېدو نو هغۀ يوه کونډه وليده چې د اور خشاک يې راغونډولو. نو هغه يې راوغوښته او ورته يې وفرمائيل، ”ما له په جام کښې لږې اوبۀ راوړه چې وې څښم.“</verse>
				<verse number="11">څنګه چې هغه اوبو راوړلو له روانه شوه، نو هغۀ آواز ورکړو، ”ما له لږه روټۍ هم راوړه؟“</verse>
				<verse number="12">کونډې ورته ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې هيڅ مې نۀ دى پاخۀ کړى. ما سره په منګى کښې صِرف يو موټے اوړۀ او په لوښى کښې يو څاڅکے قدرې د زيتُونو تېل دى. زۀ دلته لږ شان خشاک راټولولو له راغلې يم چې ځان سره يې کور ته يوسم او خپل زوئ او ځان له لږ خوراک تيار کړم. او د دې خوراک نه پس به مونږ د لوږې نه مړۀ شُو.“</verse>
				<verse number="13">الياس ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږه. کور ته لاړه شه او چې څۀ دې ووئيل نو هم هغه شان وکړه. خو اول، چې تا سره څۀ دى د هغې نه يوه وړه روټۍ پخه کړه او ما له يې لږه راوړه او بيا د خپل زوئ او ځان دپاره څۀ تيار کړه.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې تر هغې به ستا په منګى کښې اوړۀ او په لوښى کښې تېل ختم نۀ شى ترڅو چې ما مالِک خُدائ په زمکه باران نۀ وى ورولے.“</verse>
				<verse number="15">هغه کونډه کور ته لاړه او هم هغه شان يې وکړل چې څۀ ورته الياس فرمائيلى وُو. او د هغوئ درېو واړو دپاره د ډېر وخت خوراک موجود وو.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ هغه وعده پوره کړه چې کومه يې د الياس پېغمبر په ذريعه کړې وه او په منګى کښې نۀ اوړۀ او نۀ په لوښى کښې تېل ختم شول.</verse>
				<verse number="17">څۀ موده وروستو، د هغه کونډې ښځې زوئ بيمار شو او ورځ په ورځ هغه نور هم خرابېدو او په آخر کښې يې ساه ورکړه.</verse>
				<verse number="18">هغه ښځې الياس ته ووئيل، ”د خُدائ پاک پېغمبره دا تا ما سره څۀ کړى دى؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې خُدائ پاک ته زما ګناهونه راياد کړې او زما د زوئ د مرګ سبب وګرځې؟“</verse>
				<verse number="19">الياس ورته وفرمائيل، ”ما له ستا زوئ راکړه.“ بيا هغۀ هلک د هغې د غېږې نه واخستلو او بره يې هغه کوټې ته وخېژولو چرته چې اوسېدو. الياس هغه هلک په خپل کټ کښې واچولو</verse>
				<verse number="20">او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ”اے مالِکه، زما خُدايه پاکه، تا د دې کونډې سره دومره بد ولې وکړل؟ هغه زما سره دومره ښۀ ده چې زما خيال ساتى او اوس تۀ د هغې زوئ وژنې.“</verse>
				<verse number="21">بيا الياس درې ځل هغه هلک راغاړه ويستلو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ”اے مالِکه، زما خُدايه پاکه، دا ماشوم دې بيا راژوندے شى.“</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ د الياس سوال واورېدو او هلک بيا ساه اخستل شروع کړل او ژوندے شو.</verse>
				<verse number="23">الياس هغه هلک واپس لاندې د هغۀ مور له راوستو او هغې ته يې وفرمائيل، ”وګوره، ستا زوئ ژوندے دے.“</verse>
				<verse number="24">هغه ښځې ورته ووئيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې تۀ د خُدائ پاک پېغمبر يې او ستا د خولې په ذريعه د مالِک خُدائ کلام رښتيا دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">نو څۀ موده وروستو، د اوچ کالۍ په درېم کال، د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو چې، ”لاړ شه او د اخى‌اب بادشاه په مخکښې حاضر شه، نو زۀ به په زمکه باران راولېږم.“</verse>
				<verse number="2">نو الياس روان شو. په سامريه کښې قحط ډېر زيات سخت وو،</verse>
				<verse number="3">نو اخى‌اب بادشاه عبدياه راوغوښتو چې هغه يې د محل مشر وو. او عبدياه د مالِک خُدائ ښۀ تابعدار وو،</verse>
				<verse number="4">او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو.</verse>
				<verse number="5">اخى‌اب عبدياه ته ووئيل، ”راځه چې په ټول مُلک کښې وګرځو او چينې او وادۍ وګورو، کېدے شى چې څۀ واښۀ پېدا شى او قچرې او آسونه پرې ژوندى وساتلے شُو نو زمونږ ټول ځناور به نۀ مړۀ کيږى.</verse>
				<verse number="6">نو زۀ به دېخوا لاړ شم او تۀ اخوا لاړ شه.“ او هغوئ دواړه په بېلو بېلو طرفونو روان شول.</verse>
				<verse number="7">کله چې عبدياه په لاره روان وو، نو ناڅاپه هغه د الياس سره مِلاو شو. هغه يې وپېژندو، د هغۀ په مخکښې ټيټ شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”زما نېکه الياسه. دا په رښتيا تۀ يې؟“</verse>
				<verse number="8">هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، زۀ يم، لاړ شه او خپل نېک يعنې بادشاه ته ووايه چې الياس دلته دے.“</verse>
				<verse number="9">عبدياه ورته ووئيل، ”ما څۀ بد کړى دى چې تۀ مې اخى‌اب بادشاه ته حواله کوې چې هغه مې ووژنى؟</verse>
				<verse number="10">زۀ د ژوندى مالِک خُدائ، ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې بادشاه په تا پسې د دُنيا ټول مُلکونه لټولى دى. کله هم چې د يو مُلک بادشاه ووئيل چې الياس زما په مُلک کښې نشته، نو اخى‌اب به هغه بادشاه ته وئيل چې قسم وخورى چې الياس دلته نشته دے.</verse>
				<verse number="11">او اوس تۀ ما ته وائې چې لاړ شم او خپل نېک ته ووايم چې الياس دلته دے؟</verse>
				<verse number="12">خو چې څنګه زۀ لاړ شم نو د مالِک خُدائ روح به تا يو نامعلوم ځائ ته يوسى. بيا چې زۀ اخى‌اب ته ووايم چې تۀ دلته يې او هغه تا پېدا نۀ کړى، نو هغه به ما ووژنى، باوجود د دې چې زۀ د هلکوالى راسې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے يم.</verse>
				<verse number="13">زما نېکه، تا ته پته نشته څۀ چې کله ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل نو ما د هغوئ سل پېغمبران په دوو غارونو کښې پنځوس پنځوس پټ کړل او د خوراک او د اوبو بندوبست مې ورله وکړو؟</verse>
				<verse number="14">نو تۀ ما له څنګه حُکم راکوې چې لاړ شم او بادشاه ته ووايم چې تۀ دلته يې؟ هغه به ما ووژنى.“</verse>
				<verse number="15">الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى ربُ الافواج په نوم لوظ کوم د کوم چې زۀ خِدمت کوم چې زۀ به خپل ځان نن بادشاه ته پېش کړم.“</verse>
				<verse number="16">نو عبدياه اخى‌اب بادشاه له لاړو او ورته يې ووئيل چې الياس راغلے دے. نو اخى‌اب د الياس سره مِلاوېدو له روان شو.</verse>
				<verse number="17">کله چې اخى‌اب هغه وليدو، نو اخى‌اب ورته ووئيل، ”د اِسرائيل د مُلک شريره، دا په رښتيا تۀ يې.“</verse>
				<verse number="18">الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ شرير نۀ يم، بلکې تۀ او ستا د پلار خاندان شرير دے. تۀ د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى کوې او د بعل د بُتانو عبادت کوې.</verse>
				<verse number="19">اوس ټول اِسرائيل له حُکم ورکړه چې د کرمل په غر ما سره مِلاو شى. هغه څلور نيم سوه د بعل پېغمبران او څلور سوه د اشيرې بُت پېغمبران هم ورسره راوله چا چې د مَلِکه ايزبل نه خوراکونه کول.“</verse>
				<verse number="20">نو اخى‌اب ټول اِسرائيليان او د بعل پېغمبران راغونډ کړل چې د کرمل په غر مِلاو شى.</verse>
				<verse number="21">الياس د خلقو په مخکښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې به تاسو په دوو عقيدو کښې ګډ وډ يئ؟ کۀ مالِک خُدائ، خُدائ پاک وى، نو هغۀ پسې روان شئ، خو کۀ بعل خُدائ وى، نو هغۀ پسې روان شئ.“ خو خلقو هيڅ هم ونۀ وئيل.</verse>
				<verse number="22">بيا الياس وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ په پېغمبرانو کښې صرف زۀ پاتې يم، خو د بعل پېغمبران څلور نيم سوه سړى دى.</verse>
				<verse number="23">دوه غوَيان راولئ، وړومبے دې د بعل پېغمبران خوښ کړى، حلال دې کړى، ټوټې ټوټې دې کړى او په لرګو باندې دې کېږدى، خو اور دې نۀ بلوى. او زۀ به د هغه بل غوَيى سره هم دغه شان وکړم.</verse>
				<verse number="24">نو تاسو خپل خُدائ ته سوال وکړئ او زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم او چې په جواب کښې کوم يو خُدائ اور راولېږى، نو هغه رښتونے خُدائ پاک دے.“ خلقو چغې کړې چې، ”تۀ ټيک وائې.“</verse>
				<verse number="25">بيا الياس د بعل پېغمبرانو ته وفرمائيل، ”تاسو ډېر يئ نو ځکه، اول تاسو يو غوَيے بوځئ او تيار يې کړئ او خپل خُدائ ته سوال وکړئ، خو په لرګو اور مۀ بلوئ.“</verse>
				<verse number="26">چې کوم غوَيے ورله راوستلے شوے وو نو هغوئ هغه بوتلو، تيار يې کړو او د سحر نه تر غرمې پورې يې بعل ته سوال کولو. هغوئ چغې وهلې، ”بعله، مونږ ته څۀ ووايه.“ خو هيڅ جواب نۀ راتلو. او چې کومه قربان‌ګاه يې جوړه کړې وه د هغې نه ګېرچاپېره ګډېدل.</verse>
				<verse number="27">د غرمې په وخت الياس ورپورې ټوقې شروع کړې، ”ښۀ په زوره چغې وهئ، ځکه چې هغه خُدائ دے. کېدے شى چې هغه د ورځې خوبونه وينى، يا په متيازو ناست وى، يا په سفر تلے وى. يا اودۀ وى، راويښ يې کړئ.“</verse>
				<verse number="28">نو پېغمبرانو چغې نورې هم تېزې کړې او د خپل رسم په مطابق يې په چاکوانو او په نېزو خپل ځانونه دومره غوڅ کړل، چې په وينه لت پت شول.</verse>
				<verse number="29">هغوئ ټول مازيګر تر ماښامه پورې چغې وهلې او ګډې وډې يې وئيلې، خو څۀ جواب رانۀ غلو او هيڅ آواز وانۀ ورېدلے شو.</verse>
				<verse number="30">بيا الياس خلقو ته وفرمائيل، ”ما له نزدې راشئ.“ او هغوئ ټول ترې نه راغونډ شول. الياس د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه مرمت کول شروع کړل کومه چې راغورزولے شوې وه.</verse>
				<verse number="31">هغۀ د يعقوب د دولسو زامنو د قبيلو دپاره يو يو کاڼے واخستلو. يعقوب هغه څوک وو چې مالِک خُدائ د اِسرائيل نوم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="32">د دې کاڼو سره هغۀ د مالِک خُدائ د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړه کړه. هغۀ د دې نه ګېرچاپېره يوه کنده وکنستله، دومره لويه چې تقريباً څوارلس ليټره اوبۀ په کښې راتلې.</verse>
				<verse number="33">بيا هغۀ لرګى په قربان‌ګاه باندې کېښودل، غوَيے يې ټوټې ټوټې کړو او په لرګو يې کېښودو. هغۀ وفرمائيل، ”دا څلور منګى د اوبو نه ډک کړئ او په نذرانه او لرګو باندې يې واچوئ.“ نو هغوئ هم داسې وکړل،</verse>
				<verse number="34">او هغۀ وفرمائيل، ”دا بيا وکړئ،“ نو هغوئ بيا داسې وکړل. هغۀ بيا وفرمائيل چې داسې يو ځل بيا وکړئ، نو هغوئ په درېم ځل هم داسې وکړل.</verse>
				<verse number="35">اوبۀ د قربان‌ګاه نه لاندې ګېرچاپېره وبهېدې او هغه کنده يې ډکه کړه.</verse>
				<verse number="36">د مازيګر نذرانې په وخت کښې الياس پېغمبر قربان‌ګاه ته نزدې شو او سوال يې وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدايه پاکه، نن دا ثابِته کړه چې تۀ د اِسرائيل خُدائ پاک يې او زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او دا هر څۀ ما ستا په حُکم کړى دى.</verse>
				<verse number="37">مالِکه خُدايه، زما سوال واوره، زما سوال واوره، نو چې دې خلقو ته پته ولګى چې تۀ، مالِک خُدائ، خُدائ پاک يې او تۀ د هغوئ زړونه ځان ته بيا را اړوې.“</verse>
				<verse number="38">نو مالِک خُدائ اور نازل کړو او دې اور نذرانه، لرګى او کاڼى وسوزول، زمکه يې اوچه کړه او په هغه کنده کښې يې اوبۀ اوچې کړې.</verse>
				<verse number="39">کله چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ پړمخې په زمکې پرېوتل او وې وئيل، ”مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے، صِرف مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے.“</verse>
				<verse number="40">الياس حُکم وکړو، ”د بعل پېغمبران ونيسئ، چې يو هم درنه ونۀ تښتى.“ خلقو هغه ټول ونيول او الياس هغوئ لاندې قيسون سيند ته بوتلل او وې وژل.</verse>
				<verse number="41">بيا الياس اخى‌اب بادشاه ته وفرمائيل، ”اوس لاړ شه او خوراک څښاک وکړه. زۀ د يو دروند باران شور اورم چې راروان دے.“</verse>
				<verse number="42">کله چې اخى‌اب د خوراک او څښاک دپاره لاړو، نو الياس د کرمل غرۀ سر ته وختلو، هلته هغه ټيټ شو او سر يې په زمکه ولګولو.</verse>
				<verse number="43">هغۀ خپل نوکر ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د سمندر طرف ته وګوره.“ نوکر لاړو او بيا راغلو او وې وئيل، ”ما خو هيڅ هم ونۀ ليدل.“ الياس اووۀ ځل هغۀ ته وفرمائيل چې لاړ شه او وګوره.</verse>
				<verse number="44">په اوؤم ځل هغه راواپس شو او وې وئيل، ”ما يوه وړه وريځ وليده چې د سړى د لاس برابره وه او د سمندر نه راروانه وه.“ الياس خپل نوکر له حُکم ورکړو، چې، ”اخى‌اب بادشاه له لاړ شه او هغۀ ته ووايه چې جنګى ګاډۍ تياره کړى، په کښې سور شى او کور ته زر راواپس شى ګنې باران به يې رايسار کړى.“</verse>
				<verse number="45">په لږ وخت کښې آسمان په تکه توره وريځ باندې پټ شو، هوا راغله او ورسره دروند باران هم شروع شو. اخى‌اب په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يزرعيل ته واپس روان شو.</verse>
				<verse number="46">د مالِک خُدائ طاقت په الياس باندې راغلو، هغۀ خپله چُوغه په ملا پورې وتړله او تر يزرعيل پورې يې د اخى‌اب نه وړاندې منډې وهلې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">الياس چې څۀ کړى وُو او چې ټول پېغمبران يې وژلى وُو نو اخى‌اب بادشاه خپلې ښځې ايزبل ته هغه هر څۀ ووئيل.</verse>
				<verse number="2">نو هغې الياس له پېغام ورولېږلو، ”خپل خُدايان دې ما ووژنى چې سبا په دې وخت زۀ تا سره هغه کار ونۀ کړم کوم چې تا د هغه پېغمبرانو سره کړے دے.“</verse>
				<verse number="3">الياس ويرېدو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره وتښتېدو، هغۀ خپل نوکر ځان سره بوتلو او په يهوداه کښې بيرسبع ته لاړو او خپل نوکر يې هلته پرېښودو.</verse>
				<verse number="4">الياس په بيابان کښې ټوله ورځ مزل وکړو. هغۀ مزل بس کړو او د جارُو د ونې د سورى لاندې کښېناستو او هغۀ غوښتل چې مړ شى. هغۀ ووئيل، ”مالِکه خُدايه، بس دے، ما ووژنه، زۀ د خپل پلار نيکۀ نه ښۀ نۀ يم.“</verse>
				<verse number="5">هغه د جارُو د ونې لاندې څملاستو او اودۀ شو. ناڅاپه يوې فرښتې هغۀ له لاس وروړو او ورته يې وفرمائيل، ”پاڅه او وخوره.“</verse>
				<verse number="6">هغۀ ګېرچاپېره وکتل او يوه روټۍ يې وليده چې په ګرمو سکارو باندې پخه شوې وه او خپل سر سره نزدې يې د اوبو يو منګے وليدو. هغۀ خوراک څښاک وکړو او بيا څملاستو.</verse>
				<verse number="7">د مالِک خُدائ فرښته بيا راغله او په دوېم ځل يې هغه پاڅولو، ورته يې وفرمائيل، ”پاڅه او وخوره، ګنې ستا دپاره به سفر ډېر ګران وى.“</verse>
				<verse number="8">الياس پاڅېدو، خوراک څښاک يې وکړو او دې خوراک هغۀ له دومره طاقت ورکړو چې سينا ته څلوېښت ورځې مزل وکړى، کوم چې د خُدائ پاک غر دے.</verse>
				<verse number="9">هلته هغه يو غار ته ورننوتلو او شپه يې په کښې تېره کړه. او د مالِک خُدائ کلام پرې نازل شو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“</verse>
				<verse number="10">هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما په شوق سره ستا خِدمت کړے دے، ما صِرف ستا خدمت کړے دے، اے مالِک خُدايه ربُ الافواجه. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما په ژوند پسې لګېدلى دى.“</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”بهر لاړ شه او د غرۀ په سر باندې زما په وړاندې ودرېږه.“ بيا مالِک خُدائ تېر شو او يوه زبردسته هوا يې راولېږله چې هغې غرونه وشلول او کاڼى يې دړې وړې کړل، خو مالِک خُدائ په هوا کښې نۀ وو. هوا بنده شوه او بيا زلزله راغله، خو مالِک خُدائ په زلزله کښې هم نۀ وو.</verse>
				<verse number="12">د زلزلې نه پس اور راغلو، خو مالِک خُدائ په اور کښې هم نۀ وو. او د اور نه پس، يو نرے آواز راغلو.</verse>
				<verse number="13">کله چې الياس آواز واورېدو، نو هغۀ خپل مخ په چُوغه کښې پټ کړو، بهر لاړو او د غار په خولۀ کښې ودرېدو. او هغۀ ته يو آواز وشو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“</verse>
				<verse number="14">هغه ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، ما په تا باندې غېرت کړے دے. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما د وژلو کوشش هم کوى.“</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دمشق ته نزدې بيابان ته واپس شه، بيا ښار ته ورننوځه او حِزائيل د شام بادشاه مقرر کړه،</verse>
				<verse number="16">د نِمسى زوئ ياهُو د اِسرائيل بادشاه مقرر کړه او ابيل‌محوله د سافط زوئ اليشع ستا نه پس پېغمبر مقرر کړه.</verse>
				<verse number="17">هر څوک چې د حِزائيل نه ژوندے خلاص شى نو د ياهُو په ذريعه به ووژلے شى او هر څوک چې د ياهُو نه وتښتى نو اليشع به هغه ووژنى.</verse>
				<verse number="18">خو زۀ به بيا هم په اِسرائيل کښې اووۀ زره کسان ژوندى پرېږدم، هغه ټول چې زما وفادار وى او بعل ته يې سجده نۀ وى کړې او هغه ټول چې د هغوئ خُلو هغه بُت ښُکل کړے نۀ وى.“</verse>
				<verse number="19">الياس لاړو او وې ليدل چې اليشع د غوَيو په يوه قلبه باندې يوه کوله، د هغۀ نه مخکښې يوولس سړى د قلبو سره وُو او هر يو سړى په يوه قلبه باندې يوه کوله. نو الياس خپله پېغمبرى چُوغه وويستله او اليشع ته يې ورواغوستله.</verse>
				<verse number="20">نو اليشع خپل غوَيان پرېښودل، په الياس پسې يې منډه کړه او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ به خپل مور پلار په مخه ښه وئيلو دپاره ښُکل کړم، نو بيا به تا سره لاړ شم.“ الياس ورته وفرمائيل، ”ټيک ده، لاړ شه. خو چې ما ستا دپاره څۀ کړى دى نو هغه مۀ هېروه.“</verse>
				<verse number="21">بيا اليشع د خپلې قلبې غوَيو له لاړو او حلال يې کړل او د دې غوښه يې پخه کړه، د جغ نه يې د خشاک کار واخستو. هغۀ غوښه خلقو له ورکړه او هغوئ وخوړله. بيا هغه الياس پسې د هغۀ د نوکر په شان لاړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">د شام بادشاه بِن‌حدد خپل ټول فوج راغونډ کړو او دوه دېرشو نورو بادشاهانو يې د خپلو آسونو او جنګى ګاډو سره ملګرتيا کوله، هغه روان شو، سامريه يې محاصره کړه او په دې باندې يې د حملې تيارے وکړو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ ښار ته پېغام وړُونکى ولېږل چې د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب ته ووائى،</verse>
				<verse number="3">”بِن‌حدد بادشاه غواړى چې تۀ هغۀ ته خپل سپين زر او سرۀ زر حواله کړې او خپلې ښې ښځې او بچى هم ورکړې.“</verse>
				<verse number="4">اخى‌اب ورته ووئيل، ”بِن‌حدد ته ووايئ چې، بادشاه سلامت، زۀ تيار يم، زۀ او زما هر څۀ ستا شول.“</verse>
				<verse number="5">وروستو پېغام وړُونکى د بِن‌حدد د دې بلې مطالبې سره بيا راغلل، ”ما تا له خبر درلېږلے وو چې تۀ به ما ته خپل سپين زر او سرۀ زر او خپلې ښځې او بچى حواله کوې.</verse>
				<verse number="6">خو اوس به زۀ خپل آفسران درولېږم چې ستا محل او ستا د آفسرانو کورونه ولټوى او چې د هغوئ څۀ هم خوښ شى نو هغه به ترېنه را اوچت کړى. هغوئ به سبا تقريباً دا وخت هلته وى.“</verse>
				<verse number="7">اخى‌اب بادشاه د مُلک ټول مشران راغوښتل او ورته يې ووئيل، ”تاسو ته پته ده چې دا سړے مونږ تباه کول غواړى. هغۀ ما له يو پېغام راولېږلو چې زما نه يې زما ښځې، بچى، سپين زر او سرۀ زر غوښتل او ما دا خبره ومنله.“</verse>
				<verse number="8">خو مشرانو او خلقو ورته ووئيل، ”هغه چې څۀ وائى نو هغه کار مۀ کوه.“</verse>
				<verse number="9">نو اخى‌اب د بِن‌حدد پېغام وړونکو ته ووئيل، ”بادشاه سلامت ته ووايئ چې ما د هغۀ وړومبۍ مطالبه ومنله، خو دا دوېمه نۀ شم منلے.“ نو پېغام وړُونکى بِن‌حدد له د دې جواب سره واپس راغلل.</verse>
				<verse number="10">نو د بِن‌حدد نه يې دا پېغام راوړو، ”ما دې خُدايان ووهى او مړ مې دې کړى کۀ د سامريه دومره خاوره هم پاتې شى چې زما فوجيان يې په موټى کښې راواخلى.“</verse>
				<verse number="11">اخى‌اب بادشاه ورته ووئيل، ”بِن‌حدد بادشاه ته ووايئ چې تکړه فوجى د جنګ نه مخکښې نۀ بلکې وروستو لافې وهى.“</verse>
				<verse number="12">بِن‌حدد ته د اخى‌اب جواب په هغه وخت کښې مِلاو شو چې هغۀ او نورو بادشاهانو په خپلو خېمو کښې مے څښل. هغۀ خپلو سړو له حُکم ورکړو چې په ښار باندې د حملې دپاره تيار شئ، نو هغوئ د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="13">نو يو پېغمبر اخى‌اب بادشاه له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ فرمائى چې تۀ دا لوئ لښکر وينې؟ هم نن به زۀ تا له په دې باندې فتح درکړم او تا ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
				<verse number="14">اخى‌اب ترې نه تپوس وکړو، ”د حملې مشرى به څوک کوى؟“ پېغمبر ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ فرمائى چې د ضِلعو د حکمرانانو د مشرۍ لاندې به ځوانان فوجيان حمله وکړى.“ بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”جنګ به څوک شروع کړى؟“ پېغمبر ورته وفرمائيل، ”تۀ به يې شروع کړې.“</verse>
				<verse number="15">نو بادشاه زلمى فوجيان راوغوښتل چې هغوئ د ضِلعو د حکمرانانو د مشرۍ لاندې وُو، دا ټول دوه سوه او دوه دېرش وُو. بيا هغۀ د اِسرائيل لښکر راوغوښتلو چې ټول اووۀ زره سړى وُو.</verse>
				<verse number="16">د اِسرائيل لښکر د غرمې په وخت د جنګ دپاره راووتل، چې په دې وخت کښې بِن‌حدد او د هغۀ دوه دېرش ملګرى په خپلو خېمو کښې نشه وُو.</verse>
				<verse number="17">اول زلمى فوجيان وړاندې لاړل. بِن‌حدد چې کوم جاسوسان لېږلى وُو نو هغوئ ورته ووئيل چې، ”څۀ فوجيان د سامريه نه راروان دى.“</verse>
				<verse number="18">هغۀ حُکم وکړو، ”کۀ هغوئ د جنګ يا د صُلحې دپاره راروان وى نو ژوندى يې ونيسئ.“</verse>
				<verse number="19">زلمى فوجيانو د جنګ مشرى کوله، چې د اِسرائيل لښکر ورپسې وو،</verse>
				<verse number="20">او هر فوجى يو يو دشمن ووژلو. شاميان وتښتېدل، اِسرائيليان ورپسې وُو، خو بِن‌حدد او د هغۀ ملګرى په آسونو باندې وتښتېدل.</verse>
				<verse number="21">اخى‌اب بادشاه راووتلو، په آسونو او جنګى ګاډو باندې يې حمله وکړه او شاميانو له يې يو مضبوط شکست ورکړو.</verse>
				<verse number="22">بيا پېغمبر اخى‌اب بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”واپس لاړ شه او خپل فوجيان تيار کړه او صحيح منصوبې جوړې کړه، ځکه چې د شام بادشاه به په راتلونکى سپرلى کښې بيا حمله کوى.“</verse>
				<verse number="23">د بِن‌حدد آفسرانو هغۀ ته ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو خُدايان د غرونو خُدايان دى، نو ځکه اِسرائيل مونږ له شکست راکړو. خو کۀ مونږ د هغوئ سره په مېدانونو کښې جنګ وکړُو نو مونږ به يقيناً هغوئ له شکست ورکړُو.</verse>
				<verse number="24">نو هغه دوه دېرش بادشاهان د مشرۍ نه لرې کړه او د هغوئ په ځائ فوجى مشران مقرر کړه.</verse>
				<verse number="25">بيا د هغه لښکر هومره يو بل لوئ لښکر راغونډ کړه کوم چې ستا نه تلى وُو او هم هغه هومره آسونه او جنګى ګاډۍ ورکړه. مونږ به د اِسرائيليانو سره په مېدانونو کښې جنګ وکړُو او دا ځل به هغوئ له شکست ورکړُو.“ بِن‌حدد بادشاه د هغوئ خبره ومنله او هم داسې يې وکړل.</verse>
				<verse number="26">په ورپسې سپرلى کښې هغۀ خپل سړى راوغوښتل او د هغوئ سره افيق ښار ته روان شو چې په اِسرائيل حمله وکړى.</verse>
				<verse number="27">اِسرائيليان راغونډ کړے شول او د جنګ سامان يې راواخستلو، هغوئ روان شول او شاميانو ته مخامخ يې خېمې ولګولې. اِسرائيليان د شاميانو په مقابله کښې د چېلو د دوو وړو رَمو په شان ښکارېدل خو د شاميانو نه ګېرچاپېره مُلک ډک وو.</verse>
				<verse number="28">يو پېغمبر اخى‌اب بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې شاميان وائى چې زۀ د مېدانونو نۀ، بلکې د غرونو خُدائ يم، نو ځکه به زۀ تاسو د هغوئ په لوئ لښکر باندې بريالى کړم او تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
				<verse number="29">اووۀ ورځې شاميان او اِسرائيليان په خپلو خېمو کښې يو بل ته مخامخ ايسار وُو. په اوومه ورځ باندې هغوئ جنګ شروع کړو او بنى اِسرائيلو يو لاک شاميان ووژل.</verse>
				<verse number="30">او باقى ژوندى پاتې شوى افيق ښار ته وتښتېدل، چرته چې د هغوئ په اوويشت زره سړو باندې د ښار دېوالونه راوغورزېدل. بِن‌حدد هم ښار ته وتښتېدو او د يو کور په دنننۍ کوټه کښې پټ شو.</verse>
				<verse number="31">د هغۀ آفسران ورغلل او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ اورېدلى دى چې د اِسرائيل بادشاهان رحم کوونکى وى. مونږ له اجازت راکړه چې د ملا نه د ټاټ جامې او د مرۍ نه پړى تاو کړُو او د اِسرائيل بادشاه له ورشُو او کېدے شى چې هغه تا ژوندے پرېږدى.“</verse>
				<verse number="32">نو هغوئ د خپلې ملا نه د ټاټ جامې او د مرۍ نه پړى تاو کړل او اخى‌اب له لاړل او ورته يې ووئيل، ”ستا خِدمت کوونکے بِن‌حدد تا ته د خپل ژوند سوال کوى.“ اخى‌اب ورته ووئيل، ”هغه لا ژوندے دے څۀ؟ ټيک ده، هغه زما ورور دے.“</verse>
				<verse number="33">د بِن‌حدد آفسران د يوې ښې خبرې په طمع وُو او چې کله اخى‌اب ووئيل چې ”ورور“ نو هغوئ فوراً پوهه شول او وې وئيل، ”لکه څنګه چې تا ووئيل، بِن‌حدد ستا ورور دے.“ نو اخى‌اب حُکم وکړو، ”هغه ما له راولئ.“ کله چې بِن‌حدد راورسېدو، نو اخى‌اب ورته ووئيل چې د هغۀ سره په جنګى ګاډۍ کښې سور شى.</verse>
				<verse number="34">بِن‌حدد هغۀ ته ووئيل، ”زما پلار چې ستا پلار نه کوم ښارونه اخستى وُو نو هغه به تا له واپس درکړم او تۀ په دمشق کښې د خپل ځان دپاره يو کاروبارى مرکز جوړولے شې، لکه څنګه چې زما پلار په سامريه کښې کړى وُو.“ اخى‌اب ورته ووئيل، ”نو په دې شرطُونو به زۀ تا آزاد کړم.“ اخى‌اب د هغۀ سره يوه معاهده وکړه او بِن‌حدد يې پرېښودو چې لاړ شى.</verse>
				<verse number="35">د مالِک خُدائ په حُکم د پېغمبرانو د قبيلې يو کس خپل ملګرى پېغمبر ته وفرمائيل چې ما ووهه. خو هغۀ اِنکار وکړو،</verse>
				<verse number="36">نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تا د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى کړې ده، نو په دې وجه تۀ چې څنګه زما نه لاړ شې نو يو زمرے به دې ووژنى.“ او چې څنګه هغه لاړو نو يو زمرے راغلو او هغه يې ووژلو.</verse>
				<verse number="37">نو هم دغه پېغمبر يو بل سړى له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”ما ووهه،“ نو دې سړى هغه ووهلو، او دومره سخت يې ووهلو چې زخمى شو.</verse>
				<verse number="38">پېغمبر خپل مخ په پټۍ باندې وتړلو، چې خپل شکل بدل کړى او لاړو او د سړک په غاړه ودرېدو او د اِسرائيل د بادشاه د تېرېدو اِنتظار يې کولو.</verse>
				<verse number="39">کوم وخت چې بادشاه تېرېدو، نو هغه پېغمبر ورته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ په جنګ کښې جنګېدم چې يو فوجى ما له يو نيولے شوے دشمن راوستلو او راته يې ووئيل، دې سړى ته ګوره، کۀ دے درنه وتښتى، نو د دې سړى په بدل کښې به خپل ژوند ورکوې او يا به درې زره د سپينو زرو سيکې جرمانه ورکوې.</verse>
				<verse number="40">خو زۀ په نورو کارونو کښې مصروف شوم او هغه سړے وتښتېدو.“ بادشاه ورته وفرمائيل، ”تا په خپله خبره کښې خپله فېصله کړې ده او تا ته به سزا ملاويږى.“</verse>
				<verse number="41">نو پېغمبر د خپل مخ نه پټۍ لرې کړه او بادشاه هغه فوراً وپېژندو چې دا خو پېغمبر دے.</verse>
				<verse number="42">بيا پېغمبر بادشاه ته وفرمائيل، ”دا د مالِک خُدائ کلام دے چې تا هغه سړى له د تښتېدو اجازت ورکړو د کوم د وژلو چې ما حُکم درکړے وو، نو د هغۀ د ژوند په بدل کښې به خپل ژوند ورکوې او ستا خلق به ځکه تباه شى چې د هغۀ خلق يې تښتېدو ته پرېښى دى.“</verse>
				<verse number="43">نو بادشاه په يره او خفګان کښې واپس سامريه ته لاړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">نو په يزرعيل کښې د سامريه د اخى‌اب بادشاه د محل سره نزدې د انګورو يو باغ وو چې د نبوت نومې سړى وو.</verse>
				<verse number="2">يوه ورځ اخى‌اب نبوت ته ووئيل، ”د انګورو باغ دې ما له راکړه، دا زما د محل سره نزدې دے او زۀ د دې زمکې نه د سبزۍ باغ جوړول غواړم. زۀ به تا له د دې نه ښۀ د انګورو باغ درکړم، يا کۀ تۀ وائې نو زۀ به د دې قيمت درکړم.“</verse>
				<verse number="3">نبوت ورته ووئيل، ”د انګورو دا باغ ما ته د پلار نيکۀ نه په ميراث کښې مِلاو شوے دے، مالِک خُدائ دې ونۀ کړى چې زۀ دا تا له درکړم.“</verse>
				<verse number="4">اخى‌اب کور ته لاړو او چې نبوت ورته څۀ وئيلى وُو په هغې باندې خفه او غصه وو. هغه په خپل کټ کښې څملاستو، ځان يې مرَور کړو او خوراک يې نۀ کولو.</verse>
				<verse number="5">د هغۀ ښځه ايزبل ورغله او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ ولې دومره خفه يې؟ او خوراک ولې نۀ کوې؟“</verse>
				<verse number="6">نو هغۀ ورته ووئيل، ”دا ځکه چې نبوت يزرعيلى ته ما ووئيل چې زۀ به درنه د انګورو باغ په پېسو واخلم، يا کۀ غواړې نو زۀ به د دې باغ په ځائ بل باغ درکړم، خو هغۀ راته ووئيل، چې باغ تا له نۀ درکوم.“</verse>
				<verse number="7">ايزبل ورته ووئيل، ”نو تۀ د اِسرائيل بادشاه يې کۀ نه؟“ د کټ نه پاڅه، ”خپل زړۀ خوشحال کړه او خوراک وکړه. زۀ به تا له د نبوت د انګورو باغ واخلم.“</verse>
				<verse number="8">بيا هغې يو څو خطونه وليکل، د اخى‌اب دستخط يې ورباندې وکړو، د هغۀ مهر يې ورباندې ولګولو او د هغه ښار آفسرانو او مشرانو ته يې ولېږل چرته چې نبوت اوسېدو.</verse>
				<verse number="9">په خطونو کښې ليکلى شوى وُو، ”اعلان وکړئ چې خلق روژه ونيسى، خلق دې راغونډ شى او نبوت له د عزت ځائ ورکړى.</verse>
				<verse number="10">دوه بدمعاشان د هغۀ مخامخ کښېنوئ چې اِلزام ورباندې ولګوى چې هغۀ د خُدائ پاک او بادشاه ګستاخى کړې ده. بيا هغه د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ چې مړ شى.“</verse>
				<verse number="11">نو د نبوت ښار اوسېدونکو مشرانو او آفسرانو هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې ورته ايزبل په هغه خطونو کښې ليکلى وُو.</verse>
				<verse number="12">هغوئ اعلان وکړو چې نن روژه ونيسئ، خلق راغونډ شول او نبوت له يې د عزت ځائ ورکړو.</verse>
				<verse number="13">هغه دوو بدمعاشانو د خلقو په مينځ کښې په هغۀ اِلزام ولګولو چې هغۀ د خُدائ پاک او د بادشاه ګستاخى کړې ده، نو هغه د ښار نه بهر بوتلے شو او سنګسار يې کړو.</verse>
				<verse number="14">نو ايزبل ته دا پېغام ولېږلے شو چې، ”نبوت سنګسار شوے دے او مړ دے.“</verse>
				<verse number="15">څنګه چې ايزبل ته دا پېغام مِلاو شو، نو هغې اخى‌اب ته ووئيل، ”نبوت مړ دے نو لاړ شه او د انګورو هغه باغ قبضه کړه، چې کوم يې په تا باندې نۀ خرڅولو.“</verse>
				<verse number="16">نو اخى‌اب فوراً د انګورو باغ ته لاړو او قبضه يې کړو.</verse>
				<verse number="17">بيا د مالِک خُدائ کلام د تِشبى پېغمبر په الياس نازل شو چې،</verse>
				<verse number="18">”د سامريه بادشاه اخى‌اب له لاړ شه. هغه به تۀ د نبوت د انګورو په باغ کښې ووينې، چې په کوم باندې قبضه کوى.</verse>
				<verse number="19">هغۀ ته ووايه چې زۀ مالِک خُدائ هغۀ ته فرمايم چې د هغه سړى د وژلو نه پس، د هغۀ په جائيداد قبضه هم کوې څۀ؟ هغۀ ته ووايه چې زۀ داسې فرمايم، په کوم ځائ کښې چې سپو د نبوت وينه وڅټله نو سپى به هلته ستا وينه هم وڅټى.“</verse>
				<verse number="20">کله چې اخى‌اب الياس وليدو، نو هغۀ ورته ووئيل، ”زما دشمنه، زۀ دې پېدا کړم؟“ الياس ورته وفرمائيل، ”آو، تۀ مې پېدا کړې، تا خپل ځان هغه څۀ ته حواله کړے دے چې د مالِک خُدائ په نظر کښې غلط دى.</verse>
				<verse number="21">نو مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې زۀ په تا تباهى راولم. زۀ به تا لرې کړم او ستا د خاندان هر يو نر کس به ختم کړم، کۀ هغه بوډا وى او کۀ ځوان وى.</verse>
				<verse number="22">ستا خاندان به د نباط زوئ يربعام بادشاه په شان او د اخياه د زوئ بعشا بادشاه د خاندان په شان شى، ځکه چې اِسرائيليان دې د ګناه طرف ته بوتلى دى نو تا زما غصه راپارولې ده.</verse>
				<verse number="23">او مالِک خُدائ د ايزبل په حقله فرمائى چې د يزرعيل په ښار کښې به سپى د هغې لاش وخورى.</verse>
				<verse number="24">ستا هر يو خپلوان چې په ښار کښې مړ شى نو سپى به يې وخورى او څوک چې په مېدان کښې مړۀ شى نو مارغان به يې وخورى.“</verse>
				<verse number="25">د اخى‌اب په شان داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې يې دومره بد عمل کړے وو او خپلې ښځې ايزبل ورباندې دا کار کړے دے.</verse>
				<verse number="26">هغۀ ډېر د بې‌شرمۍ ګناهونه وکړل چې د بُتانو عبادت يې وکړو، لکه څنګه چې اموريانو کړى وُو، کوم چې مالِک خُدائ په هغه وخت کښې د هغه مُلک نه شړلى وُو چې بنى اِسرائيل مخ په وړاندې تلل.</verse>
				<verse number="27">کله چې اخى‌اب د الياس دا خبرې واورېدې، نو اخى‌اب خپلې جامې وشلولې او وې ويستلې او د ټاټ جامې يې واغوستلې. هغۀ خوراک نۀ کولو، د ټاټ په جامو کښې اودۀ کېدو او سر وهلے بر وهلے ګرځېدو.</verse>
				<verse number="28">د مالِک خُدائ کلام په الياس پېغمبر نازل شو چې،</verse>
				<verse number="29">”تا ته پته لګېدلې ده څۀ چې اخى‌اب ما ته خپل ځان څومره عاجز کړے دے؟ نو چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى نو زۀ به په هغۀ تباهى نۀ راولم، خو د هغۀ د خپل زوئ په ژوند کښې به زۀ د اخى‌اب په خاندان باندې تباهى راولم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">د اِسرائيل او د شام په مينځ کښې درې کاله امن وو،</verse>
				<verse number="2">خو په درېم کال د يهوداه بادشاه يهوسفط د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب سره مِلاوېدو دپاره لاړو.</verse>
				<verse number="3">اخى‌اب د خپلو آفسرانو نه تپوس وکړو، ”مونږ د شام د بادشاه نه د رامات‌جِلعاد ښار واپس ولې وانۀ خستلو؟ دا خو زمونږ دے.“</verse>
				<verse number="4">او اخى‌اب د يهوسفط نه تپوس وکړو، ”تۀ به ما سره لاړ شې څۀ چې په رامات‌جِلعاد حمله وکړُو؟“ يهوسفط ورته ووئيل، ”لکه څنګه چې زۀ ستا ملګرے يم، نو داسې زما فوجيان ستا خپل فوجيان دى او زما آسونه ستا خپل آسونه دى.“</verse>
				<verse number="5">او يهوسفط دا هم ووئيل، ”خو راځه چې اول د مالِک خُدائ سره مشوره وکړُو.“</verse>
				<verse number="6">نو اخى‌اب تقريباً څلور سوه پېغمبران راغونډ کړل، او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ما له په رامات‌جِلعاد باندې حمله کول په کار دى او کۀ نه؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”آو، حمله پرې وکړه، مالِک خُدائ به فتح درکړى.“</verse>
				<verse number="7">خو يهوسفط ترې نه تپوس وکړو، ”داسې يو بل پېغمبر نشته څۀ چې د هغۀ په ذريعه مونږ د مالِک خُدائ سره مشوره وکړُو؟“</verse>
				<verse number="8">اخى‌اب ورته ووئيل، ”يو بل پېغمبر هم شته چې د اِمله زوئ ميکاياه دے. خو زۀ د هغۀ نه نفرت کوم، ځکه چې هغۀ زما دپاره هيڅکله هم ښۀ پېشګوئې نۀ ده کړې، همېشه بده پېشګوئې راکوى.“ يهوسفط ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، داسې مۀ وايه.“</verse>
				<verse number="9">نو اخى‌اب د دربار يو آفسر راوغوښتلو او ورته يې ووئيل چې لاړ شه او ميکاياه فوراً راوله.</verse>
				<verse number="10">د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب او د يهوداه بادشاه يهوسفط خپلې شاهى چُوغې اغوستې وې او د سامريه د دروازې نه بهر په درمند کښې په خپلو تختُونو باندې ناست وُو او ټولو پېغمبرانو د هغوئ په حضور کښې پېشګويانې ورکولې.</verse>
				<verse number="11">په هغوئ کښې د کنعانه زوئ صدقياه د اوسپنې ښکر جوړ کړل او اخى‌اب ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، د دې سره به تۀ د شاميانو خِلاف جنګ وکړې او تباه به يې کړې.“</verse>
				<verse number="12">هغه نورو ټولو پېغمبرانو هم دغه شان وفرمائيل، ”رامات‌جِلعاد ته روان شه او تۀ به کامياب شې، مالِک خُدائ به تا له فتح درکړى.“</verse>
				<verse number="13">په دې دوران کښې چې کوم آفسر د ميکاياه راوستو له تلے وو نو هغۀ ميکاياه ته ووئيل، ”ګوره، نورو ټولو پېغمبرانو د بادشاه د کاميابۍ پېشګوئې ورکړې ده، نو لاړ شه او هم هغه خبرې ورته وکړه.“</verse>
				<verse number="14">خو ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې هغه ما ته څۀ وائى نو زۀ به هم هغه ووايم.“</verse>
				<verse number="15">کله چې هغه د بادشاه په مخکښې حاضر شو، نو بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”ميکاياه، ما او يهوسفط له په رامات‌جِلعاد باندې حمله کول په کار دى او کۀ نه؟“ ميکاياه ورته د چل سره ووئيل، ”آو، حمله ورباندې وکړئ، بې‌شکه تاسو به بريالى شئ. مالِک خُدائ به تاسو له فتح درکړى.“</verse>
				<verse number="16">خو اخى‌اب ووئيل، ”ما درته څو ځلې وئيلى دى؟ چې کله تۀ ما ته د مالِک خُدائ په نوم خبرې کوې، نو رښتيا وايه.“</verse>
				<verse number="17">ميکاياه ورته وفرمائيل، ”ما په خوب کښې د اِسرائيل لښکر په غرونو باندې داسې خور وکتلو لکه چې د شپون نه بغېر ګډې خورې ورې وى. او مالِک خُدائ وفرمائيل چې د دې سړو مشر نشته، نو پرېږده چې هغوئ په خېر سره کورونو ته لاړ شى.“</verse>
				<verse number="18">اخى‌اب يهوسفط ته ووئيل، ”ما تا ته نۀ دى وئيلى څۀ چې هغه زما دپاره ښۀ پېشګوئې نۀ اوروى؟ د هغۀ پېشګوئې تل بده وى.“</verse>
				<verse number="19">ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ته غوږ ونيسه چې هغه څۀ فرمائى. ما په آسمان کښې مالِک خُدائ وليدو چې په خپل تخت باندې ناست وو او خپلې ټولې فرښتې يې ښى او ګس طرف ته ولاړې وې.</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ تپوس وکړو چې، اخى‌اب به څوک دوکه کړى چې لاړ شى او په رامات‌جِلعاد کښې ووژلے شى؟ نو څۀ فرښتو يو څۀ وفرمائيل او نورو بل څۀ وفرمائيل،</verse>
				<verse number="21">نو يوه ترې نه راوړاندې شوه، مالِک خُدائ ته ورنزدې شوه او وې فرمائيل، زۀ به هغه دوکه کړم.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ ترې نه تپوس وکړو چې، څنګه؟ نو هغه روح ورته ووئيل چې، زۀ به لاړ شم او د اخى‌اب په ټولو پېغمبرانو به دروغ ووايم. نو مالِک خُدائ ورته وفرمائيل چې، لاړ شه او هغه دوکه کړه. تۀ به کامياب شې.</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ ستا پېغمبران دې ته جوړ کړى دى چې دروغ ووائى ځکه هغۀ په خپله دا فېصله کړې ده چې په تا تباهى راشى.“</verse>
				<verse number="24">بيا صدقياه پېغمبر ميکاياه له ورنزدې شو، په مخ يې څپېړه ورکړه او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ستا خيال دا دے څۀ چې د مالِک خُدائ روح زما نه تلے دے او تا سره يې خبرې کړې دى؟“</verse>
				<verse number="25">ميکاياه ورته وفرمائيل، ”تا ته به پته ولګى چې کله تۀ د پټېدو دپاره يوې شاتنۍ کوټې ته لاړ شې.“</verse>
				<verse number="26">بيا اخى‌اب خپل يو آفسر له حُکم ورکړو، ”ميکاياه ګرفتار کړه او د ښار حکمران امون او يوآس شهزاده له يې بوځه.</verse>
				<verse number="27">هغوئ ته ووايه چې دې په قېدخانه کښې واچوى او د لږې شان روټۍ او اوبو نه بغېر دې هيڅ هم نۀ ورکوى ترڅو پورې چې زۀ په خېر سره واپس نۀ يم راغلے.“</verse>
				<verse number="28">ميکاياه وفرمائيل، ”کۀ تۀ په خېر سره واپس راشې، نو مالِک خُدائ به زما په ذريعه کلام نۀ وى کړے.“ او ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”زۀ څۀ وايم نو دا به ياد ساتئ.“</verse>
				<verse number="29">بيا د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب او د يهوداه بادشاه يهوسفط لاړل چې په رامات‌جِلعاد ښار حمله وکړى.</verse>
				<verse number="30">اخى‌اب يهوسفط ته ووئيل، ”څنګه چې مونږ جنګ له لاړ شُو، نو زۀ به خپل ځان بدل کړم، خو تۀ خپل شاهى لِباس واغونده.“ نو د اِسرائيل بادشاه په بدل لِباس کښې جنګ له لاړو.</verse>
				<verse number="31">د شام بادشاه د خپلو دوه دېرشو جنګى ګاډو فوجى مشرانو له حُکم ورکړے وو چې د اِسرائيل د بادشاه نه بغېر به په هيچا باندې حمله نۀ کوئ.</verse>
				<verse number="32">نو چې کله هغوئ يهوسفط بادشاه وليدو، نو د هغوئ ټولو خيال دا وو چې ګنې هغه د اِسرائيلو بادشاه دے، نو هغوئ په هغۀ باندې د حملې کولو دپاره راوګرځېدل. خو چې کله هغۀ چغه کړه،</verse>
				<verse number="33">نو هغوئ ته پته لګېده چې هغه د اِسرائيل بادشاه نۀ دے، نو هغوئ ترې نه راواپس شول.</verse>
				<verse number="34">خو يو شامى فوجى يو غشے هسې وويشتلو او په دې باندې اخى‌اب د خپلې زغرې د جوړ په مينځ کښې ولګېدو. نو اخى‌اب د خپلې جنګى ګاډۍ چلوونکى ته آواز وکړو، ”زۀ زخمى شوم، واپس شه او د جنګ نه ووځه.“</verse>
				<verse number="35">جنګ ټوله ورځ سخت وو، او اخى‌اب بادشاه په خپله جنګى ګاډۍ کښې ايسار وو، تکيه يې وهلې وه او شاميانو ته يې مخ وو. د هغۀ د زخم نه وينه بهېدله او وينې د جنګى ګاډۍ تخت پټ کړو او په ماښام کښې هغه مړ شو.</verse>
				<verse number="36">د نمرپرېواتو په وخت کښې د اِسرائيل په لښکر کښې چغې جوړې شوې چې، ”تباه شُو، هر سړے دې خپل ځان کور ته ورسى.“</verse>
				<verse number="37">نو اخى‌اب مړ شو. د هغۀ لاش سامريه ته يوړلے شو او ښخ کړے شو.</verse>
				<verse number="38">د هغۀ جنګى ګاډۍ د سامريه ډنډ سره صفا کړے شوه، چرته چې کنجرو لامبل نو هلته سپو د هغۀ وينې وڅټلې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې داسې به کيږى.</verse>
				<verse number="39">اخى‌اب بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى وُو، سره د هغه حِساب کِتاب چې د هغۀ محل د هاتى په غاښونو ښائسته کړے شوے وو او چې کوم ټول ښارونه يې جوړ کړى وُو، دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="40">نو د هغۀ د مرګ نه پس د هغۀ په ځائ د هغۀ زوئ اخزياه بادشاه شو.</verse>
				<verse number="41">د اِسرائيل د بادشاه اخى‌اب د بادشاهۍ په څلورم کال، د آسا زوئ يهوسفط د يهوداه بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="42">په دې وخت کښې هغه د پينځو دېرشو کالو وو او پينځويشت کاله يې په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور عزوبه د سِلحى لور وه.</verse>
				<verse number="43">د خپل پلار آسا په شان، هغۀ هم هغه کار کولو چې کوم د مالِک خُدائ په نظر کښې صحيح وو، خو علاقائى عبادتخانې تباه شوې نۀ وې او خلقو هلته نذرانې پېش کولې او خوشبوئى يې سوزوله.</verse>
				<verse number="44">يهوسفط د اِسرائيل د بادشاه سره هم صُلح وکړه.</verse>
				<verse number="45">يهوسفط چې نور هر څۀ هم کړى دى، د هغۀ ټولې بهادرۍ او جنګونه، دا هر څۀ د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="46">هغۀ د مُلک نه هغه نران کنجران وشړل کومو چې د غېرو قومونو په قربان‌ګاه باندې خِدمت کولو چې هغوئ د هغۀ د پلار آسا د وخت نه دا کار نۀ وو پرېښے.</verse>
				<verse number="47">د ادوم په مُلک کښې بادشاه نۀ وو، په دې باندې يو خليفه حکومت کولو کوم چې د يهوداه بادشاه مقرر کړے وو.</verse>
				<verse number="48">يهوسفط بادشاه تجارتى سمندرى جهازُونه جوړ کړل چې د اوفير مُلک نه سرۀ زر راوړى، خو دا په عصيون‌جابر کښې مات شول او هيڅکله لا نۀ ړل.</verse>
				<verse number="49">نو په هغه وخت د اخى‌اب زوئ اخزياه يهوسفط ته ووئيل چې، ”زما سړى دې ستاسو د سړو سره سمندرى جهازُونه چلوى،“ خو يهوسفط دې ته راضى نۀ شو.</verse>
				<verse number="50">يهوسفط مړ شو او د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهورام د هغۀ نه پس بادشاه شو.</verse>
				<verse number="51">د يهوداه بادشاه يهوسفط د بادشاهۍ په اوولسم کال، د اخى‌اب زوئ اخزياه د اِسرائيل بادشاه جوړ شو او هغۀ په سامريه باندې دوه کاله بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="52">هغۀ مالِک خُدائ نارضا کړو او د خپل پلار اخى‌اب، د خپلې مور ايزبل او د يربعام بادشاه په بد مثال باندې يې عمل وکړو، چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو.</verse>
				<verse number="53">هغۀ د بعل عبادت او خِدمت وکړو، لکه څنګه چې مخکښې د هغۀ پلار کړے وو. هغۀ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="12">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب د مرګ نه پس، د موآب مُلک د اِسرائيل خِلاف بغاوت وکړو.</verse>
				<verse number="2">په سامريه کښې د اِسرائيل بادشاه اخزياه د خپل محل د بره کوټې د کړکۍ د جالۍ نه راپرېوتو او سخت زخمى شو. نو هغۀ پېغام وړُونکى ولېږل چې د عقرون په ښار کښې د فلستيانو د خُدائ بعل‌زبوب نه پوښتنه وکړى چې دے به روغ شى او کۀ نه.</verse>
				<verse number="3">خو د مالِک خُدائ يوې فرښتې الياس ته حُکم وکړو، چې هغه د تِشبى پېغمبر وو، چې دے لاړ شى او د سامريه اخزياه بادشاه پېغام وړونکو سره مِلاو شى او تپوس ترې نه وکړى چې، ”تاسو د عقرون خُدائ بعل‌زبوب سره مشورې له ولې روان يئ؟ ځکه چې ستاسو خيال دا دے چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟</verse>
				<verse number="4">بادشاه ته ووايئ چې، مالِک خُدائ فرمائى چې تۀ به د کټ نه پا نۀ څې، او خامخا به مړ شې.“ الياس د مالِک خُدائ په حُکم عمل وکړو،</verse>
				<verse number="5">او پېغام وړُونکى بادشاه ته راواپس شول. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ولې واپس راغلئ؟“</verse>
				<verse number="6">هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ يو سړى سره مِلاو شُو او هغۀ مونږ ته ووئيل چې واپس لاړ شئ او بادشاه نه تپوس وکړئ چې، مالِک خُدائ فرمائى، تا د عقرون خُدائ بعل‌زبوب سره د مشورې دپاره پېغام وړُونکى ولې لېږلى دى؟ ځکه چې ستا خيال دا دے چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟ نو په دې وجه تۀ به د کټ نه پا نۀ څې، او مړ به شې.“</verse>
				<verse number="7">بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”هغه سړے څنګه ښکارېدو؟“</verse>
				<verse number="8">هغوئ ورته ووئيل، ”د هغه سړى په وجود ډېر وېښتۀ وُو چې د څرمنې په پټۍ باندې يې ملا تړلې وه.“ بادشاه ووئيل، ”هغه د تِشبى الياس دے.“</verse>
				<verse number="9">بيا هغۀ د پنځوسو سړو سره يو آفسر ولېږلو چې الياس راولى. آفسر الياس پېدا کړو چې په يو غر باندې ناست وو او ورته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره. بادشاه تا له حُکم درکوى چې لاندې راشه.“</verse>
				<verse number="10">الياس ورته وفرمائيل، ”کۀ زۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يم، نو د آسمان نه دې اور راشى او تا او ستا سړى دې ووژنى.“ نو سمدستى اور راکوز شو او آفسر او د هغۀ سړى يې ووژل.</verse>
				<verse number="11">بادشاه د پنځوسو سړو سره يو بل آفسر ورولېږلو چې هغه وروختلو او الياس ته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره، بادشاه تا له حُکم درکوى چې فوراً لاندې راکوز شه.“</verse>
				<verse number="12">الياس ورته وفرمائيل، ”کۀ زۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يم، نو د آسمان نه دې اور راکوز شى او تا او ستا سړى دې ووژنى.“ نو سمدستى اور راکوز شو او آفسر او د هغۀ سړى يې ووژل.</verse>
				<verse number="13">بادشاه يو ځل بيا د پنځوسو سړو سره يو آفسر ورولېږلو. هغه غرۀ ته وختلو، هغه د الياس په مخکښې ټيټ شو او سوال زارى يې ورته وکړه چې، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره، په ما او زما په سړو باندې رحم وکړه. زمونږ ژوند بچ کړه.</verse>
				<verse number="14">هغه نور دوه آفسران او د هغوئ سړى په آسمانى اور باندې وژلے شوى دى، خو په ما باندې رحم وکړه.“</verse>
				<verse number="15">د مالِک خُدائ فرښتې الياس ته وفرمائيل، ”هغۀ سره لاړ شه او يرېږه مه.“ نو الياس د هغه آفسر سره بادشاه له لاړو</verse>
				<verse number="16">او بادشاه ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې تا ولې د عقرون خُدائ بعل‌زبوب نه تپوس دپاره پېغام وړُونکى لېږلى وُو؟ ستا څۀ خيال وو چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟ نو په دې وجه تۀ به روغ نۀ شې، او خامخا به مړ شې.“</verse>
				<verse number="17">لکه څنګه چې مالِک خُدائ د الياس په ذريعه فرمائيلى وُو، اخزياه مړ شو. د اخزياه زامن نۀ وُو، نو د يهوداه بادشاه د يهوسفط زوئ يهورام د بادشاهۍ په دوېم کال د اخزياه ورور يورام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="18">اخزياه بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">هغه وخت راغلو چې مالِک خُدائ الياس په يو زورَور باد کښې بره آسمان ته وخېژوى. الياس او اليشع د جِلجال نه روان شول،</verse>
				<verse number="2">او په لار کښې الياس اليشع ته وفرمائيل، ”اوس دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې بيت‌ايل ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ او تا سره په خپله وفادارۍ قسم کوم چې زۀ به تا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ بيت‌ايل ته روان وُو.</verse>
				<verse number="3">د پېغمبرانو يوه ډله د بيت‌ايل نه راووتله، اليشع له لاړه او د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”تا ته پته ده څۀ چې مالِک خُدائ نن ستا نه نېک بوځى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”آو، ما ته پته ده، خو دا خبره مۀ کوئ.“</verse>
				<verse number="4">بيا الياس اليشع ته وفرمائيل، ”اوس تۀ دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې يريحو ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ سره او تا سره په خپله وفادارۍ قسم کوم چې زۀ به ستا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ يريحو ته لاړل.</verse>
				<verse number="5">د پېغمبرانو يوه ډله چې هلته اوسېده اليشع له لاړه او د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”تا ته پته ده څۀ چې مالِک خُدائ نن ستا نه ستا نېک بوځى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”آو، ما ته پته ده، خو ښۀ به دا وى چې تاسو ونۀ وايئ.“</verse>
				<verse number="6">نو الياس اليشع ته وفرمائيل، ”دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې د اُردن سيند ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ او ستا په سر قسم خورم چې زۀ به تا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ دواړه روان شول،</verse>
				<verse number="7">او پنځوس پېغمبران ورپسې لاړل. الياس او اليشع د اُردن سيند سره ودرېدل او هغه پنځوس پېغمبران ترې نه لږ لرې ودرېدل.</verse>
				<verse number="8">بيا الياس خپله چُوغه وويستله، راغونډه يې کړه او سيند يې ورباندې ووهلو، اوبۀ په دوه حِصو کښې تقسيم شوې او هغه او اليشع په اوچه زمکه باندې د سيند نه پورې وتل.</verse>
				<verse number="9">هلته، الياس اليشع ته وفرمائيل، ”د هغې نه مخکښې چې زۀ ستا نه بوتلے شم ما ته ووايه چې زۀ ستا دپاره څۀ وکړم.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”ما له دې ستا د روح يو په دوه برخه راکړے شى.“</verse>
				<verse number="10">الياس ورته وفرمائيل، ”تا يو مشکل څيز غوښتے دے، خو چې کله زۀ ستا نه جدا کړے شم او تۀ مې په ختلو ووينې نو دا به تا ته مِلاو شى، خو کۀ تۀ مې ونۀ وينې، نو دا به تا ته نۀ ملاويږى.“</verse>
				<verse number="11">کله چې هغوئ روان وُو او خبرې يې کولې، نو ناڅاپه يوه د اور جنګى ګاډۍ چې د اور آسونو راښکله د هغوئ مينځ ته راغله او يو زورَور باد الياس بره آسمان ته وخېژولو.</verse>
				<verse number="12">اليشع دا وليدل او الياس ته يې چغه کړه، ”زما پلاره، زما پلاره. ګوره، د اِسرائيل جنګى ګاډو او په دې سوارو کسانو زما نېک يوړو.“ او چې څنګه هغه د نظر نه پناه شو، نو اليشع د غم نه خپلې جامې وشلولې.</verse>
				<verse number="13">بيا هغۀ د الياس هغه چُوغه راواخستله چې کومه د الياس نه غورزېدلې وه او واپس لاړو او د اُردن په غاړه باندې ودرېدو.</verse>
				<verse number="14">هغۀ د الياس په چُوغه باندې اوبۀ ووهلې او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ، د الياس خُدائ پاک چرته دے؟“ نو هغۀ اوبۀ بيا ووهلې او اوبۀ تقسيم شوې او هغه بل خوا پورې وتو.</verse>
				<verse number="15">د يريحو پنځوسو پېغمبرانو هغه وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”د الياس روح د اليشع سره دے.“ هغوئ د هغۀ سره مِلاوېدو له لاړل، د هغۀ په مخکښې زمکې ته د عزت نه ټيټ شول</verse>
				<verse number="16">او ورته يې ووئيل، ”دلته مونږ پنځوس سړى يُو چې ټول تکړه يُو. راځئ چې لاړ شُو او ستا نېک ولټوُو. کېدے شى چې د مالِک خُدائ روح هغه وړے وى او چرته په غر يا وادۍ کښې يې پرېښے وى.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”تاسو به نۀ ځئ.“</verse>
				<verse number="17">خو هغوئ بيا بيا ووئيل نو هغۀ پرېښودل چې لاړ شى. هغه پنځوسو کسانو درې ورځې لټون وکړو خو هغه يې ونۀ موندلو.</verse>
				<verse number="18">کله چې هغوئ راواپس شول نو اليشع تر اوسه پورې په يريحو کښې وو. اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”ما تاسو ته وئيلى نۀ وُو څۀ چې مۀ ځئ؟“</verse>
				<verse number="19">د يريحو څۀ سړى اليشع له لاړل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، تا ته پته ده چې دا يو ښۀ ښار دے، خو اوبۀ يې ښې نۀ دى او زمکه يې شاړه ده.“</verse>
				<verse number="20">نو هغۀ حُکم وکړو چې، ”په يو نوى لوښى کښې لږه مالګه واچوئ او ما له يې راوړئ.“ نو هغوئ ورله مالګه راوړه،</verse>
				<verse number="21">او هغه چينې ته لاړو او مالګه يې په اوبو کښې واچوله او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، زۀ دا اوبۀ صفا کوم، نو نور څوک به نۀ مرى او زمکه به شاړه نۀ وى.“</verse>
				<verse number="22">او هغه اوبۀ تر اوسه پورې صفا دى، لکه څنګه چې اليشع فرمائيلى وُو چې داسې به وى.</verse>
				<verse number="23">اليشع د يريحو نه روان شو چې بيت‌ايل ته لاړ شى او په لار کښې څۀ هلکان د ښار نه راووتل او په هغۀ پورې يې ټوقې کولې. هغوئ چغې وهلې، ”د دې ځائ نه لاړ شه ګنجيه.“</verse>
				<verse number="24">اليشع راوګرځېدو، هلکانو ته يې وکتل او د مالِک خُدائ په نوم يې په هغوئ لعنت ووئيلو. نو د ځنګل نه دوه مېلوګانې راووتلې او دوه څلوېښت هلکان يې ټوټې ټوټې کړل.</verse>
				<verse number="25">اليشع د کرمل غر ته روان وو او وروستو سامريه ته راواپس شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">نو د يهوداه بادشاه يهوسفط د بادشاهۍ په اتلسم کال، د اخى‌اب زوئ يورام د اِسرائيل بادشاه شو او په سامريه باندې يې دولس کاله بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="2">هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې وه، خو د خپل پلار يا د خپلې مور ايزبل په شان خراب نۀ وو او د بعل هغه بُت يې راوغورزولو کوم چې د هغۀ پلار جوړ کړے وو.</verse>
				<verse number="3">خو يورام د نباط زوئ يربعام په شان ګناه کوله. يورام اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلل او دا ګناه يې نۀ پرېښودله.</verse>
				<verse number="4">د موآب بادشاه ميسا به ګډې ساتلې او هر کال يې سل زره ګډُورى او د سلو زرو ګډو وړۍ د اِسرائيل بادشاه له په محصُول کښې ورکولې.</verse>
				<verse number="5">خو چې د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب مړ شو، نو ميسا د اِسرائيل خِلاف بغاوت وکړو.</verse>
				<verse number="6">نو يورام سمدستى د سامريه نه لاړو او خپل ټول فوجيان يې راغونډ کړل.</verse>
				<verse number="7">هغۀ د يهوداه بادشاه يهوسفط له دا پېغام ولېږلو، ”د موآب بادشاه زما خِلاف بغاوت کړے دے، تۀ به د هغۀ خِلاف په جنګ کښې زما ملګرتيا کوې څۀ؟“ يهوسفط بادشاه ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ به ستا ملګرتيا وکړم، زما سړى، آسونه او زۀ ستا د حُکم لاندې يُو.</verse>
				<verse number="8">خو د حملې دپاره به په کومه لار ځُو؟“ يورام ورته ووئيل، ”مونږ به د ادوم په صحرا کښې په اوږده لار باندې لاړ شُو.“</verse>
				<verse number="9">نو يورام بادشاه او د يهوداه او ادوم بادشاهان روان شول. د اوو ورځو د مزل نه پس، د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې او د سړو او د ځناورو دپاره لږې هم پاتې نۀ شوې.</verse>
				<verse number="10">يورام بادشاه په خفګان کښې ووئيل، ”افسوس، مالِک خُدائ مونږ درې واړه دلته د دې دپاره راوستى يُو چې موآبيانو ته مو حواله کړى.“</verse>
				<verse number="11">يهوسفط تپوس وکړو، ”دلته داسې پېغمبر نشته څۀ چې د هغۀ په ذريعه مونږ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړُو؟“ نو د يورام بادشاه د فوج يو آفسر ورته ووئيل، ”د سافط زوئ اليشع دلته شته. هغه د الياس مددګار وو.“</verse>
				<verse number="12">يهوسفط بادشاه ووئيل، ”مالِک خُدائ د هغۀ په ذريعه کلام کوى.“ نو هغه درې بادشاهان اليشع له لاړل.</verse>
				<verse number="13">اليشع د اِسرائيل بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ په تا باندې څۀ وکړم، هغه پېغمبرانو له لاړ شه چې ستا مور او پلار ورسره مشوره کوله.“ خو يورام ورته ووئيل، ”نه، ځکه چې دا مالِک خُدائ وو چې مونږ درې بادشاهان يې راغونډ کړُو چې موآبيانو ته مو حواله کړى.“</verse>
				<verse number="14">اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د هغه ژوندى ربُ الافواج په نوم قسم کوم د چا چې زۀ خِدمت کوم، کۀ ما ستاسو د ملګرى د يهوداه بادشاه يهوسفط عزت نۀ کولے نو ما به ستاسو دپاره هيڅ هم نۀ وُو کړى.</verse>
				<verse number="15">اوس ما له د موسيقۍ والا راوله.“ نو کله چې هغۀ موسيقى وغږوله، نو مالِک خُدائ په اليشع باندې وحى نازله کړه،</verse>
				<verse number="16">او اليشع وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، دا اوچه وادى به د اوبو د ډنډونو نه ډکه شى.</verse>
				<verse number="17">تاسو به هيڅ باران يا هوا ونۀ وينئ، خو دا نِهر به بيا هم د اوبو نه ډک شى او تاسو، ستاسو څاروى او نور ځناور به اوبۀ وڅښى.</verse>
				<verse number="18">خو دا کار کول د مالِک خُدائ دپاره آسان دے، هغه به تاسو له په موآبيانو باندې فتح هم درکړى.</verse>
				<verse number="19">تاسو به د هغوئ د پَخو دېوالونو والا ټول ښائسته ښارونه فتح کړئ، تاسو به ټولې ښې ونې راوغورزوئ، ټولې چينې به بندې کړئ او د هغوئ ټول آباد پټى به تباه کړئ او په کاڼو به يې پټ کړئ.“</verse>
				<verse number="20">په ورپسې سحر، د سحر د نذرانې په وخت، د ادوم د طرف نه اوبۀ راوبهېدلې او مُلک د اوبو نه ډک شو.</verse>
				<verse number="21">کله چې موآبيان خبر شول چې هغه درې بادشاهان په هغوئ باندې د حملې دپاره راغلى دى، نو هغه ټول بوډاګان او ځوانان سړى راوغوښتے شول چا چې جنګ کولے شو او هغوئ د حد په پوله باندې د جنګ دپاره ودرولے شول.</verse>
				<verse number="22">په ورپسې سحر چې هغوئ پاڅېدل، نو نمر په اوبو باندې ځلېدو او اوبۀ د وينو په شان سرې ښکارېدلې.</verse>
				<verse number="23">هغوئ په حېرانتيا سره ووئيل، ”ګورئ، دا خو وينه ده، هغه درې لښکرو به د يو بل سره جنګ کړے وى او ټول به مړۀ شوى وى. راځئ چې مالِ غنيمت راغونډ کړُو.“</verse>
				<verse number="24">خو چې کله هغوئ خېمو ته ورسېدل، نو اِسرائيل ورباندې حمله وکړه او واپس يې وشړل. اِسرائيليان د موآب مُلک پورې په هغوئ پسې وُو او په تلو تلو کښې يې هغوئ وژل</verse>
				<verse number="25">او د هغوئ ښارونه يې تباه کول. کله چې هغوئ د آباد پټى نه تېرېدل، نو هر يو اِسرائيلى به يو کاڼے وراچولو چې په کاڼو به پټ شو، هغوئ ټولې چينې هم بندې کړې او ټولې ښې ونې يې راوغورزولې. په آخر کښې صِرف د قير‌حراست شاهى ښار پاتې شو او چې د کومو سړو سره ليندې وې نو هغوئ دا ښار محاصره کړو او حمله يې ورباندې وکړه.</verse>
				<verse number="26">کله چې د موآب بادشاه ته پته ولګېده چې جنګ بائيلى، نو هغۀ خپل اووۀ سوه د تُورو والا فوجيان د ځان سره کړل او د دشمن په صفونو کښې يې د ځان دپاره د لارې جوړولو کوشش وکړو چې د شام بادشاه له وتښتى، خو هغه ناکامه شو.</verse>
				<verse number="27">نو هغۀ خپل مشر زوئ د ځان سره بوتلو چې کوم د هغۀ نه پس بادشاه جوړېدو او هغه يې په دېوال باندې د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. نو په اِسرائيل سخت قهر نازل شو او هغوئ د ښار نه راوګرځېدل او خپل مُلک ته راواپس شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">د پېغمبرانو د يوې ډلې د يو پېغمبر کونډه اليشع له لاړه او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، زما خاوند مړ دے. لکه څنګه چې تا ته پته ده چې هغه د مالِک خُدائ نه يرېدو، نو ما له قرض‌خوا راغلے دے چې زما دوه زامن بوځى او خپل غلامان يې جوړ کړى.“</verse>
				<verse number="2">هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره څۀ وکړم؟ ما ته ووايه چې ستا په کور کښې څۀ شته؟“ هغې ورته ووئيل، ”د زيتُونو تېلو د يو وړوکى لوښى نه بغېر هيڅ هم نشته.“</verse>
				<verse number="3">اليشع هغې ته وفرمائيل، ”خپلو ټولو ګاونډيانو کره لاړه شه او چې څومره ډېر کېدے شى د هغوئ نه خالى لوښى وغواړه.</verse>
				<verse number="4">بيا تۀ او ستا زامن کور ته لاړ شئ، دروازه بنده کړئ او په لوښو کښې تېل اچول شروع کړئ. چې يو لوښے ډکيږى نو هغه يو طرف ته اېږدئ.“</verse>
				<verse number="5">نو هغه ښځه خپلو زامنو سره کور ته دننه لاړه، دروازه يې بنده کړه، د زيتُونو هغه وړوکے لوښے يې واخستلو او تېل يې په لوښو کښې اچول او د هغې زامنو ورله لوښى راوړل.</verse>
				<verse number="6">کله چې هغوئ ټول لوښى ډک کړل، نو هغې ترې نه تپوس وکړو چې نور شته. نو يو زوئ ورته ووئيل، ”نور نشته.“ نو د تېلو بهېدل بند شول.</verse>
				<verse number="7">هغه واپس اليشع پېغمبر له لاړه او هغۀ ورته وفرمائيل، ”د زيتُونو تېل خرڅ کړه او خپل ټول قرض ختم کړه او چې پېسې پاتې شى نو په هغې باندې تۀ او ستا زامن خپله خرچه کوئ.“</verse>
				<verse number="8">يوه ورځ اليشع شونيم ته لاړو، چرته چې يوه مالداره ښځه اوسېده. هغې هغۀ له د روټۍ دعوت ورکړو، بيا چې هغه کله هم شونيم ته تلو نو د هغې په کور کښې به يې روټۍ خوړله.</verse>
				<verse number="9">هغې خپل خاوند ته ووئيل، ”دلته چې کوم سړے اکثر راځى نو زما دا يقين دے چې هغه د خُدائ پاک خِدمتګار دے.</verse>
				<verse number="10">راځه چې په چت باندې يوه وړه کوټه جوړه کړُو، يو کټ، مېز، کُرسۍ او يوه ډيوه به په کښې کېږدو او چې هغه کله مونږ له راځى نو هلته به پاتې کيږى.“</verse>
				<verse number="11">يوه ورځ هغه راغلو او د آرام دپاره خپلې کوټې ته وختلو.</verse>
				<verse number="12">نو هغۀ خپل نوکر جيحازى ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او هغه شونيمى ښځه راوغواړه.“ کله چې هغه راغله،</verse>
				<verse number="13">نو هغۀ جيحازى ته وفرمائيل، ”هغې ته ووايه چې زمونږ د ضرورتونو پوره کولو دپاره يې کوم تکليف کړے دے نو د دې په بدل کښې زۀ د هغې دپاره څۀ وکړم. کېدے شى چې هغه ما ته ووائى چې بادشاه يا د فوج مشر له لاړ شم او د هغې سفارش وکړم.“ هغې ورته ووئيل، ”زما خلق زما خيال ساتى.“</verse>
				<verse number="14">اليشع د جيحازى نه تپوس وکړو، ”نو زۀ د هغې دپاره څۀ وکړم؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”خبره دا ده چې د هغې بچى نشته او د هغې خاوند يو بوډا سړے دے.“</verse>
				<verse number="15">اليشع حُکم وکړو، ”هغې ته ووايه چې دلته راشى.“ نو هغه راغله او د دروازې په خولۀ کښې ودرېدله،</verse>
				<verse number="16">اليشع هغې ته وفرمائيل، ”په راتلونکى کال کښې هم په دې وخت کښې به تا په خپل غېږ کښې يو زوئ نيولے وى.“ هغې ووئيل، ”صاحِبه، ما ته دروغ مۀ وايه. تۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يې.“</verse>
				<verse number="17">خو لکه چې څنګه اليشع فرمائيلى وُو، په ورپسې کال تقريباً هم هغه وخت د هغې يو زوئ پېدا شو.</verse>
				<verse number="18">کله چې هلک لوئ شو نو يوه ورځ هغه بهر خپل پلار له ووتلو، پلار يې د لَوګرو سره په پټى کښې وو.</verse>
				<verse number="19">ناڅاپه هغۀ خپل پلار ته چغه کړه، ”زما په سر څۀ وشول. زما سر خوږيږى.“ پلار يې يو نوکر ته ووئيل، ”هلک خپلې مور له بوځه.“</verse>
				<verse number="20">هغه نوکر هلک واپس خپلې مور له بوتلو، او تر هغې پورې يې په غېږ کښې نيولے وو، چې د غرمې په وخت هغه مړ شو.</verse>
				<verse number="21">هغې هغه د اليشع کوټې له يوړو، هغه يې په کټ کښې واچولو او لاړه، دروازه يې ورپسې بنده کړه.</verse>
				<verse number="22">بيا يې خپل خاوند راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”يو نوکر د خر سره دلته راولېږه چې زۀ زر زر د خُدائ پاک خِدمتګار له لاړه شم او بيا واپس راشم.“</verse>
				<verse number="23">خاوند ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ نن ولې روانه شوې؟ نن خو نۀ د سبت ورځ ده او نۀ د نوې مياشتې اختر دے.“ هغې ورته ووئيل، ”خېر به شى.“</verse>
				<verse number="24">بيا هغې خر کته کړو او نوکر له يې حُکم ورکړو، ”څومره تېز چې خر تلے شى نو بو يې ځه او چې ما درته وئيلى نۀ وى نو چې په مزه يې نۀ کړې.“</verse>
				<verse number="25">نو هغه روانه شوه او د کرمل غر ته لاړه، چرته چې اليشع وو. اليشع هغه د لرې ځائ نه وليده چې راروانه وه او خپل نوکر جيحازى ته يې وفرمائيل، ”ګوره، هغه ښځه د شونيم نه راغله.</verse>
				<verse number="26">هغې له تېز ورشه او دا معلوم کړه چې هغه، د هغې خاوند، د هغې زوئ په خېر دى.“ هغه ښځې جيحازى ته ووئيل، ”آو، هر څۀ په خير دى.“</verse>
				<verse number="27">خو چې کله هغه په غرۀ باندې اليشع له راغله نو هغه د اليشع په مخکښې ټيټه شوه او هغۀ ته په پښو پرېوته. جيحازى هغې له ديکه ورکوله چې اليشع ورته وفرمائيل، ”هغه پرېږده، تۀ دا نۀ ګورې چې ډېره زياته خفه ده؟ او مالِک خُدائ ما ته نۀ دى وئيلى چې څۀ شوى دى.“</verse>
				<verse number="28">ښځې هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، ما ستا نه زوئ غوښتے وو څۀ؟ ما تا ته نۀ وُو وئيلى چې زما اُميدونه مۀ راپاڅوه؟“</verse>
				<verse number="29">اليشع جيحازى له مخ راوړولو او ورته يې وفرمائيل، ”ځان تيار کړه، زما امسا واخله او لاړ شه. په لاره باندې د چا سره سلام دُعا مۀ کوه او کۀ په تا څوک سلام اچوى نو جواب هم مۀ ورکوه. هغه کور ته سيدها لاړ شه او زما امسا د هلک په مخ باندې کېږده.“</verse>
				<verse number="30">د هلک مور اليشع ته ووئيل، ”زما دې په ژوندى مالِک خُدائ او ستا په سر قسم وى چې زۀ به ستا نه بغېر لاړه نۀ شم.“ نو اليشع د هغې سره لاړو.</verse>
				<verse number="31">جيحازى وړاندې لاړو او د هلک په مخ يې امسا کېښوده، خو هيڅ آواز يا د ژوند څۀ علامت په کښې نۀ وو. نو هغه د اليشع سره مِلاوېدو دپاره واپس لاړو او ورته يې ووئيل، ”هغه هلک خو پا نۀ څېدو.“</verse>
				<verse number="32">کله چې اليشع ور ورسېدو، نو هغه کوټې ته يواځې دننه لاړو او وې ليدل چې هلک په کټ باندې مړ پروت دے.</verse>
				<verse number="33">هغۀ دروازه بنده کړه او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو.</verse>
				<verse number="34">بيا هغه کټ له لاړو او په هلک ورپرېوتلو، خپله خولۀ يې د هلک په خولۀ کېښوده، سترګې د هغۀ په سترګو او لاسونه يې د هلک په لاسونو کېښودل. بيا هغه د هلک د پاڅه څملاستو، نو هلک ګرمېدو.</verse>
				<verse number="35">اليشع پاڅېدو، په کوټه کښې وګرځېدو او واپس لاړو او په هلک باندې څملاستو. هلک اووۀ ځل انټوشى وکړو او بيا يې سترګې وغړولې.</verse>
				<verse number="36">اليشع جيحازى راوغوښتلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د هلک مور راوغواړه.“ کله چې هغه راغله، نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زوئ دې واخله.“</verse>
				<verse number="37">نو هغه د اليشع په پښو پرېوتله، زمکې ته ټيټه شوه، او بيا هغې خپل زوئ واخستلو او لاړه.</verse>
				<verse number="38">کله چې اليشع جِلجال ته راواپس شو، نو په هغه مُلک کښې قحط وو. د پېغمبرانو يوه ډله د هغۀ په وړاندې ناسته وه، هغۀ خپل نوکر ته وفرمائيل چې په اور باندې يو غټ لوښے کېږده او د هغوئ دپاره ښوروا تياره کړه.</verse>
				<verse number="39">د هغوئ نه يو کس پټو ته لاړو چې څۀ بوټى راټول کړى. هغۀ د ځنګلى کدو يو بوټے وموندلو او د ځنګلى کدوانو نه يې يوه غېږه راټوله کړه. هغۀ دا راوړل، پرې يې کړل او په ښوروا کښې يې واچول، خو په دې نۀ پوهېدو چې دا څۀ شے دے.</verse>
				<verse number="40">ښوروا هغه سړو ته واچولے شوه چې وې خورى، خو چې څنګه يې دا وڅَکله نو هغوئ اليشع ته وفرمائيل، ”اے د خُدائ پاک خِدمتګاره. په دې لوښى کښې خو زهر دى.“ او هغوئ دا نۀ شوه خوړلے.</verse>
				<verse number="41">اليشع څۀ اوړۀ راوغوښتل، لوښى کښې يې واچول او وې فرمائيل، ”هغوئ ته لږه نوره ښوروا واچوه.“ نو په لوښى کښې ښوروا ټيک شوه.</verse>
				<verse number="42">يو بل ځل، د بعل‌سليسه نه يو سړے راغلو، اليشع له يې شل روټۍ راوړې چې په هغه کال د اوربشو د اول فصل نه تيارې شوې وې او څۀ تازه وَږى يې هم راوړل. اليشع خپل نوکر ته وفرمائيل چې، ”د پېغمبرانو قبيلې له دا خوراک ورکړه،“</verse>
				<verse number="43">خو هغۀ ورته وفرمائيل، ”سلو سړو ته دا خوراک څنګه کېږدم؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”هغوئ له يې ورکړه چې وې خورى، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائى چې هغوئ به ورباندې ماړۀ شى او ترې نه پاتې به هم شى.“</verse>
				<verse number="44">نو نوکر روټۍ د هغوئ په مخکښې کېښوده او لکه چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغوئ ټولو روټۍ وخوړه او څۀ ترې نه پاتې هم شوه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">نو د شامى فوج مشر نعمان، د شام د بادشاه يو ډېر عزتمند کس وو، ځکه چې د نعمان په ذريعه مالِک خُدائ شامى فوج له فتح ورکړې وه. هغه يو تکړه فوجى وو، خو د جذام بيمارى يې لرله.</verse>
				<verse number="2">د اِسرائيل خِلاف په يوه حمله کښې، شاميانو يوه وړه اِسرائيلى جينۍ بوتله، چې هغه د نعمان د ښځې نوکره شوه.</verse>
				<verse number="3">يوه ورځ هغې خپلې نېکې ته ووئيل، ”زما خواهش دے چې زما نېک هغه سامرى پېغمبر له لاړ شى. نو د هغۀ په ذريعه به زما نېک د جذام نه روغ شى.“</verse>
				<verse number="4">کله چې نعمان دا واورېدل، نو هغه بادشاه له لاړو او چې جينۍ څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.</verse>
				<verse number="5">بادشاه ورته ووئيل، ”د اِسرائيل بادشاه له لاړ شه او دا خط هغۀ له يوسه.“ نو نعمان روان شو او د سپينو زرو دېرش زره سيکې، شپږ زره د سرو زرو سيکې او لس جوړه ښې جامې يې يوړې.</verse>
				<verse number="6">هغۀ چې کوم خط د اِسرائيل بادشاه له وړے وو په هغې کښې وئيلے شوى وُو، ”کله چې دا خط درورسى نو تۀ به زما آفسر نعمان وپېژنې. زۀ غواړم چې تۀ د هغۀ د جذام علاج وکړې.“</verse>
				<verse number="7">کله چې د اِسرائيل بادشاه دا خط وکتلو، نو هغۀ د يرې نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”د شام د بادشاه دا خيال دے چې زۀ دا جذامى سړے روغ کړم؟ ولې زۀ خُدائ پاک يم، چې ژوندى کول او مړۀ کول کوم؟ هغه په دې کوشش کښې دے چې ما سره جنګ شروع کړى.“</verse>
				<verse number="8">کله چې اليشع پېغمبر د دې نه خبر شو، نو هغۀ بادشاه له دا خبر ورولېږلو، ”تۀ ولې خفه يې؟ هغه سړے ما له راولېږه، نو هغۀ ته به پته ولګى چې په اِسرائيل کښې پېغمبر شته.“</verse>
				<verse number="9">نو نعمان د خپلو آسونو او جنګى ګاډو سره لاړو او د اليشع د کور د دروازې په خولۀ کښې ودرېدلو.</verse>
				<verse number="10">اليشع يو نوکر بهر ورولېږلو چې هغۀ ته ووائى چې، ”لاړ شه او خپل ځان د اُردن په سيند کښې اووۀ ځل ووينځه، نو ستا څرمن به بيا ښۀ شى او تۀ به د جذام نه روغ شې.“</verse>
				<verse number="11">خو نعمان غصه شو او لاړو او وې وئيل، ”زما خيال دا وو چې هغه به خامخا ما له راوځى، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته به سوال وکړى او زما د بيمارې څرمنې دپاسه به خپل لاس ونيسى او زۀ به روغ شم.</verse>
				<verse number="12">په دمشق کښې د ابانه او فرفر سيندونه په اِسرائيل کښې د ټولو سيندونو نه ښۀ نۀ دى څۀ؟ ما په هغه سيندونو کښې خپل ځان نۀ شو وينځلے چې روغ شوے وے.“ نو هغه راواپس شو او په غصه کښې لاړو.</verse>
				<verse number="13">د هغۀ نوکران ورغلل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، کۀ تا ته پېغمبر فرمائيلى وے چې څۀ غټ کار وکړه، نو تا به نۀ وو کړے څۀ؟ لکه څنګه چې هغۀ درته وفرمائيل نو تۀ خپل ځان ولې نۀ وينځې چې روغ شې؟“</verse>
				<verse number="14">نو نعمان د اُردن سيند ته کوز شو، اووۀ ځل يې خپل ځان په کښې غوپه کړو، لکه چې څنګه اليشع ورته فرمائيلى وُو او هغه بلکل روغ شو. د هغۀ څرمن د يو ماشوم په شان روغه شوه.</verse>
				<verse number="15">نو هغه د ټولو سړو سره اليشع ته راواپس شو او وې وئيل، ”ګوره، ما ته پته ده چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نو صاحِبه، زما نه تُحفه قبوله کړه.“</verse>
				<verse number="16">اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د هغه ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې زۀ يې خِدمت کوم چې زۀ به يوه تُحفه هم نۀ قبلوم.“ نو نعمان بيا بيا ورته وئيل چې دا قبوله کړه، خو هغۀ نۀ اخستله.</verse>
				<verse number="17">نو نعمان ووئيل، ”کۀ تۀ زما نه تُحفه نۀ قبلوې، نو ما پرېږده چې دوه قچرې په خاورو باندې بار کړم، ځکه چې د نن نه به زۀ د مالِک خُدائ نه بغېر بل يو خُدائ ته هم سوزېدونکې نذرانه يا قربانى پېش نۀ کړم.</verse>
				<verse number="18">خو مالِک خُدائ دې ستا خِدمت کوونکى ته دا يوه غلطى معاف کړى، کله چې زما نېک د رِمون عبادتخانې ته د سجدې دپاره ننوځى او هغۀ زما په لاس باندې تکيه وهلې وى او هلته زۀ هم ورسره ټيټ شم، نو چې زۀ کله د رِمون په عبادتخانه کښې ټيټېږم، نو مالِک خُدائ دې ستا خِدمت کوونکے د دې په وجه معاف کړى.“</verse>
				<verse number="19">اليشع ورته وفرمائيل، ”په خېر لاړ شه.“ او نعمان لاړو. هغۀ لږ شان مزل کړے وو،</verse>
				<verse number="20">چې د اليشع نوکر جيحازى د خپل ځان سره ووئيل، ”زما نېک نعمان هم داسې پرېښودو او يو څيز يې هم ترې نه وانۀ خستلو. هغه شامى چې څۀ راوړى وُو نو دۀ له په کار وُو چې هغه يې ترې نه اخستے وے. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به په هغۀ پسې ورمنډه کړم او څۀ نه څۀ به ترې نه واخلم.“</verse>
				<verse number="21">نو هغه په نعمان پسې روان شو. کله چې نعمان وليدل چې يو سړى ورپسې منډې وهلې، نو هغه د خپلې جنګى ګاډۍ نه ورکوز شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”خېر خو دے؟“</verse>
				<verse number="22">جيحازى ورته ووئيل، ”بلکل خېر دے، خو زۀ خپل نېک د دې دپاره راولېږلم چې تا ته ووايم چې دا اوس اوس د پېغمبرانو د قبيلې دوه پېغمبران د غرونو مُلک اِفرائيم نه راورسېدل، نو هغوئ له درې زره د سپينو زرو سيکې او دوه جوړه ښې جامې ورکړه.“</verse>
				<verse number="23">نعمان ورته ووئيل، ”صاحِبه، د سپينو زرو شپږ زره سيکې واخله.“ هغۀ ورته بيا بيا وئيل، او هغۀ سپين زر په دوو بوجو کښې وتړل او خپلو دوو نوکرانو له يې دوه جوړه ښې جامې ورکړې او د جيحازى نه مخکښې يې ولېږل.</verse>
				<verse number="24">کله چې هغوئ هغه غر ته ورسېدل چرته چې اليشع اوسېدو، نو جيحازى هغه دوه بوجۍ واخستلې او کور ته يې يوړې. بيا هغۀ د نعمان نوکران واپس ولېږل.</verse>
				<verse number="25">هغه کور ته واپس لاړو او اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ چرته وې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خِدمت کوونکے هيچرته هم نۀ دے تلے.“</verse>
				<verse number="26">خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زما روح هلته تا سره نۀ وو څۀ چې کله هغه سړے د خپلې جنګى ګاډۍ نه تا له راکوز شو؟ دا وخت د پېسو او جامو، د زيتُونو ونو او د انګورو باغونو، د ګډو او څاروو يا د نوکرانو د قبلولو نۀ دے.</verse>
				<verse number="27">نو په دې وجه د نعمان بيمارى به په تا او ستا په اولاد باندې د همېشه دپاره وى.“ کله چې جيحازى لاړو، نو په هغۀ دا بيمارى راغله او د هغۀ څرمن د واورې په شان سپينه شوه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">يوه ورځ د اليشع د قبيلې پېغمبران اليشع له ورغلل او هغوئ ورته وفرمائيل چې، ”په کوم ځائ کښې چې مونږ ستا د مشرۍ لاندې اوسيږو نو هغه ځائ زمونږ دپاره ډېر وړوکے دے.</verse>
				<verse number="2">مونږ له اجازت راکړه چې د اُردن سيند ته لاړ شُو نو مونږ هر يو به يو يو تير ووهو، نو د اوسېدو دپاره به يو ځائ جوړ کړُو.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”لاړ شئ.“</verse>
				<verse number="3">په هغوئ کښې يو اليشع ته وفرمائيل چې، ”صاحِبه، مونږ سره لاړ شه،“ نو هغه ورسره لاړو،</verse>
				<verse number="4">او هغوئ په يو ځائ روان شول. کله چې هغوئ د اُردن سيند ته ورسېدل، نو هغوئ ونې وهل شروع کړل.</verse>
				<verse number="5">کله چې هغه يو په کښې يوه ونه وهله، نو ناڅاپه د هغۀ د تبر نه د اوسپنې سر په اوبو کښې وغورزېدو. هغۀ چغه کړه، ”زما نېکه، دا تبر مې د بل چا نه اخستے وو.“</verse>
				<verse number="6">اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”هغه په کوم ځائ کښې ورغورزېدو؟“ نو سړى ورته هغه ځائ وښودلو او اليشع يو لرګے پرې کړو او په اوبو کښې يې وغورزولو، نو د تبر سر راووتلو او د اوبو دپاسه ګرځېدو.</verse>
				<verse number="7">هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا بهر راوباسه.“ او هغه سړى خپل لاس وراوږد کړو او راوايې خستلو.</verse>
				<verse number="8">د شام بادشاه د اِسرائيل سره په جنګ وو. هغۀ د خپلو آفسرانو سره مشوره وکړه او يو ځائ يې خوښ کړو چې هلته خپلې خېمې ولګوى.</verse>
				<verse number="9">خو اليشع د اِسرائيل بادشاه له خبردارے ورولېږلو چې هغه ځائ ته ورنزدې نۀ شى، ځکه چې شاميان هلته د حملې دپاره پټ وُو.</verse>
				<verse number="10">نو د اِسرائيل بادشاه هغه خلقو له خبردارے ورکړو کوم چې په هغه ځائ کښې اوسېدل او د اِسرائيل بادشاه هغوئ د نظر لاندې ساتل. داسې څو څو ځلې وشول.</verse>
				<verse number="11">شامى بادشاه په دې باندې ډېر زيات خفه شو، هغۀ خپل آفسران راوغوښتل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ستاسو کوم يو کس د اِسرائيل د بادشاه طرفدارى کوى؟“</verse>
				<verse number="12">يو په کښې ووئيل، ”بادشاه سلامت، هيڅ څوک هم نه. اليشع پېغمبر د اِسرائيل بادشاه ته ستا هغه خبرې هم کوى چې تۀ يې د څملاستو په کوټه کښې کوې.“</verse>
				<verse number="13">بادشاه حُکم وکړو، ”هغه ولټوئ چې کسان ورولېږم او وې نيسم.“ کله چې هغۀ ته ووئيلے شول چې هغه په دوتين کښې دے،</verse>
				<verse number="14">نو هغۀ هلته د آسونو او جنګى ګاډو سره يو لوئ لښکر ولېږلو. هغوئ د شپې هغه ښار ته ورسېدل او محاصره يې کړو.</verse>
				<verse number="15">په ورپسې سحر وختى د اليشع نوکر پاڅېدو، د کور نه بهر لاړو او شامى لښکر او د هغوئ آسونه او جنګى ګاډۍ يې وليدې چې ښار يې محاصره کړے وو. هغه اليشع له واپس لاړو او ورته يې ووئيل، ”زما نېکه، غرق شُو څۀ وکړُو؟“</verse>
				<verse number="16">اليشع ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږه، مونږ سره چې څۀ دى نو دا د هغوئ د هر څۀ نه زيات دى.“</verse>
				<verse number="17">بيا هغۀ دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، د هغۀ سترګې وغړوه نو چې هغه يې وګورى.“ مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو او د اليشع نوکر چې بره وکتل نو وې ليدل چې د اليشع نه ګېرچاپېره غر د اور د آسونو او جنګى ګاډو نه ډک وُو.</verse>
				<verse number="18">کله چې شاميانو حمله وکړه، نو اليشع دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، دا سړى ړاندۀ کړه.“ نو مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو او هغوئ يې ړاندۀ کړل.</verse>
				<verse number="19">بيا اليشع هغوئ له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو په غلطه لار روان يئ، دا هغه ښار نۀ دے کوم چې تاسو لټوئ. ما پسې راځئ او زۀ به مو هغه سړى له بوځم چې کوم تاسو لټوئ.“ نو هغۀ هغوئ سامريه ته بوتلل.</verse>
				<verse number="20">چې څنګه هغوئ ښار ته ورننوتل، نو اليشع دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، د هغوئ سترګې وغړوه چې هغوئ ليدل وکړى.“ نو مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو، هغۀ د هغوئ نظر ښۀ کړو او هغوئ وليدل چې هغوئ په سامريه کښې دننه وُو.</verse>
				<verse number="21">کله چې د اِسرائيل بادشاه شاميان وليدل، نو هغۀ د اليشع نه تپوس وکړو، ”صاحِبه، زۀ هغوئ ووژنم؟ زۀ هغوئ ووژنم څۀ؟“</verse>
				<verse number="22">هغۀ ورته وفرمائيل، ”نه، هغه فوجيان مۀ وژنه. کۀ هغوئ په جنګ کښې هم نيولے شوى وے نو هغوئ به دې نۀ وژلے. هغوئ ته روټۍ او اوبۀ کېږده، چې خوراک څښاک وکړى نو واپس دې خپل نېک له لاړ شى.“</verse>
				<verse number="23">نو د اِسرائيل بادشاه د هغوئ دپاره يوه لويه مېلمستيا وکړه، او چې هغوئ خوراک څښاک وکړو، نو هغوئ يې واپس د شام بادشاه له ولېږل. نو د هغه وخت نه شاميانو د اِسرائيل په مُلک باندې حمله کول پرېښودل.</verse>
				<verse number="24">څۀ موده وروستو د شام بادشاه بِن‌حدد د اِسرائيل خِلاف خپل ټول فوج روان کړو او د سامريه ښار يې محاصره کړو.</verse>
				<verse number="25">نو د دې محاصرې په وجه په ښار کښې د خوراک کمے دومره زيات شو چې د خر يو سر د سپينو زرو په اتيا سيکو باندې خرڅېدو او د تقريباً يو پاو د ګوګوشتکې غل د سپينو زرو په پينځو سيکو باندې خرڅېدل.</verse>
				<verse number="26">د اِسرائيل بادشاه د ښار په دېوال باندې ګرځېدو چې يوې ښځې ورته چغه کړه، ”بادشاه سلامت، زما مدد وکړه.“</verse>
				<verse number="27">هغۀ ورته ووئيل، ”مالِک خُدائ چې ستا مدد نۀ کوى، نو زۀ دې څنګه مدد وکړم؟ ما سره نه د درمند خوراک شته او نۀ د انګورو د لنګرۍ نه مے شته؟</verse>
				<verse number="28">ستا مسئله څۀ ده؟“ هغې ورته ووئيل، ”هغه بله ورځ دې ښځې ما ته ووئيل چې مونږ به زما بچے وخورو او بيا بله ورځ به د هغې بچے وخورو.</verse>
				<verse number="29">نو مونږ زما زوئ پوخ کړو او ومو خوړو. په ورپسې ورځ ما هغې ته ووئيل چې مونږ به د هغې زوئ وخورو، خو هغې پټ کړو.“</verse>
				<verse number="30">چې دا يې واورېدل، نو بادشاه د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چې کوم خلق د دېوال سره نزدې وُو نو هغوئ وليدل چې هغۀ د خپلو جامو لاندې د ټاټ جامې اغوستې وې.</verse>
				<verse number="31">هغۀ ووئيل، ”کۀ نن ورځ د اليشع سر د بدن نه لرې نۀ شى نو خُدائ پاک دې ما د ورځې د ختمېدو سره ووژنى.“</verse>
				<verse number="32">نو هغۀ يو پېغام وړونکے ولېږلو چې اليشع راولى. اليشع په کور کښې د يو څو مشرانو سره ملاقات کولو. د بادشاه پېغام وړُونکى د رارسېدو نه مخکښې، اليشع مشرانو ته وفرمائيل، ”هغه قاتِل زما د وژلو دپاره څوک رالېږلے دے. نو چې کله هغه دلته راورسيږى، نو دروازه بنده کړئ او دننه يې مۀ راپرېږدئ. بادشاه به په خپله په هغۀ پسې وى.“</verse>
				<verse number="33">نو هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې، چې بادشاه راورسېدو او وې وئيل، ”دا مصيبت د مالِک خُدائ نه په مونږ باندې راغلے دے. زۀ دې نور د مالِک خُدائ په طمع کښې ولې پاتې شم؟“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">بيا اليشع ورته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه. مالِک خُدائ داسې فرمائى، سبا دا وخت به د سپينو زرو په يوه سيکه باندې درې کلو ښۀ اوړۀ يا شپږ کلو اوربشې د سامريه د دروازې خولې سره خرڅولے شى.“</verse>
				<verse number="2">نو د بادشاه خاص آفسر اليشع ته ووئيل، ”کۀ مالِک خُدائ د آسمان نه د غلو دانو د باران دروازې کولاو کړے هم وے، نو دا کار به ونۀ شى.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”دا به تۀ په خپلو سترګو ووينې، خو تۀ به ترې نه هيڅ هم ونۀ خورې.“</verse>
				<verse number="3">په هغه وخت کښې د ښار د دروازې د خولې سره د جذام د بيمارۍ څلور سړى وُو او هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مونږ دې تر مرګه پورې دلته ولې ناست يُو؟</verse>
				<verse number="4">ښار ته د ننوتلو فائده نشته، دننه به د لوږې نه مړۀ شُو، خو کۀ مونږ دلته ناست يُو، نو بيا به هم مړۀ شُو. نو راځئ چې د شاميانو کېمپ ته لاړ شُو، کۀ هغوئ زمونږ ژوند بچ کړو، نو ژوندى خو به يُو کۀ نه، خو کۀ ومو وژنى، نو مرو خو هسې هم.“</verse>
				<verse number="5">نو په ماښامى کښې هغوئ پاڅېدل او د شاميانو کېمپ ته لاړل، خو چې کله هغوئ ورورسېدل، نو هلته هيڅ څوک هم نۀ وُو.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ د شاميانو په فوج باندې د جنګى ګاډو، آسونو او د يو لوئ فوج آوازونه اورولى وُو، نو شاميانو يو بل ته ووئيل، ”د اِسرائيل بادشاه، حِتيان او د مِصر بادشاهان او د هغوئ فوجيان د حملې دپاره په پېسو نيولى دى.“</verse>
				<verse number="7">نو په هغه ماښام شاميان د خپل ژوند بچ کولو دپاره تښتېدلى وُو، خپلې خېمې، آسونه، خرۀ او خپل کېمپونه يې هم داسې پرېښى وُو.</verse>
				<verse number="8">کله چې هغه څلور سړى د خېمو غاړې ته ورسېدل، نو هغوئ يوې خېمې ته وردننه شول، هلته چې څۀ وُو نو هغه يې وخوړل او وې څښل، چې کوم سپين زر، سرۀ زر او جامې يې وموندلې نو هغه يې يوړل او پټ يې کړل، هغوئ بيا راغلل، يوې بلې خېمې ته وردننه شول او هم هغه شان يې وکړل.</verse>
				<verse number="9">خو بيا هغوئ يو بل ته ووئيل، ”دا کار صحيح نۀ دے. مونږ سره ښۀ زېرے دے او مونږ له دا د ځان سره ساتل نۀ دى په کار. کۀ مونږ تر سبا پورې د دې د وئيلو اِنتظار وکړو، نو سزا به راته مِلاو شى. راځئ چې لاړ شُو او د بادشاه آفسران خبر کړُو.“</verse>
				<verse number="10">نو هغوئ د شاميانو د کېمپ نه روان شول، واپس سامريه ته لاړل او د دروازو سېنتريانو ته يې آواز وکړو، ”مونږ د شاميانو خېمو ته تلى وُو خو نۀ مو د چا آواز واورېدو او نۀ مو څوک وليدل، آسونه او خرۀ تړلى پاتې وُو او خېمې هم هغه شان روغې ولاړې وې.“</verse>
				<verse number="11">نو سېنتريانو د دې خبر اِعلان وکړو او دا خبر محل ته ورسېدو.</verse>
				<verse number="12">خو بادشاه د شپې د کټ نه پاڅېدو او خپلو آفسرانو ته يې ووئيل، ”زۀ به تاسو ته ووايم چې شاميانو زمونږ خِلاف څۀ منصوبه جوړه کړې ده. هغوئ ته زمونږ د قحط پته ده، نو هغوئ ځکه خپلې خېمې پرېښې دى او پټو ته د پټېدو دپاره تلى دى. د هغوئ خيال دا دے چې کله مونږ د خوراک دپاره د ښار نه لاړ شُو، نو هغوئ به مونږ ژوندى ونيسى او ښار به قبضه کړى.“</verse>
				<verse number="13">د هغۀ يو آفسر ورته ووئيل، ”په دې ښار کښې خلق هسې هم مرګِ حال دى. نو په تاسو کښې دې څۀ کسان پينځۀ آسونه د پاتې شوى آسونو نه خوښ کړئ او لاړ دې شى. کۀ په دوئ څۀ چل وشو، نو پرواه نۀ کوى ځکه کۀ دلته وے نو هم به مونږ سره مړۀ شى. ګنې مونږ ته خو به دا پته ولګى چې څۀ چل دے.“</verse>
				<verse number="14">نو هغوئ سړى خوښ کړل او بادشاه هغوئ په دوو جنګى ګاډو کښې ولېږل چې لاړ شئ او دا معلوم کړئ چې په شامى فوج باندې څۀ شوى دى.</verse>
				<verse number="15">چې هغه سړى د اُردن پورې ورپسې لاړل، نو هغوئ په ټوله لار باندې هغه جامې او سامان وليدو چې د شاميانو نه په تېښته کښې پاتې شوے وو. بيا هغوئ راواپس شول او بادشاه يې خبر کړو.</verse>
				<verse number="16">د سامريه خلق راووتل او د شاميانو خېمې يې لوټ کړې. او لکه چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، د سپينو زرو په يوه سيکه باندې درې کلو ښۀ اوړۀ يا شپږ کلو اوربشې خرڅېدلې.</verse>
				<verse number="17">نو داسې وشول چې د اِسرائيل بادشاه خپل خاص آفسر ته د ښار د دروازې ذمه وارى په حواله کړې وه. هغه آفسر هلته د خلقو د پښو لاندې شو او مړ شو، لکه څنګه چې اليشع په هغه وخت کښې پېشګوئې کړې وه چې بادشاه هغۀ سره مِلاوېدو له تلے وو.</verse>
				<verse number="18">اليشع په هغه وخت بادشاه ته فرمائيلى وُو چې سبا دا وخت به په سامريه کښې درې کلو ښۀ غنم يا شپږ کلو اوربشې د سپينو زرو په يوه سيکه باندې خرڅيږى،</verse>
				<verse number="19">او آفسر اليشع ته په جواب کښې وئيلى وُو، ”کۀ مالِک خُدائ د آسمان د باران دروازې کولاو کړے هم وے، نو دا کار به ونۀ شى.“ او اليشع ورته فرمائيلى وُو، ”دا به تۀ په خپلو سترګو ووينې، خو تۀ به هيڅ هم ترې نه ونۀ خورې.“</verse>
				<verse number="20">نو د هغۀ سره هم دغه شان وشول، هغۀ د ښار د دروازې سره د خلقو د پښو لاندې شو او مړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">نو اليشع هغه ښځې له مشوره ورکړه چې د هغې زوئ يې راژوندے کړے وو، او ورته يې وفرمائيل چې، ”تۀ او ستا خاندان لاړ شئ او په بل ځائ کښې اوسېږئ، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې په دې مُلک کښې به اووۀ کاله قحط وى.“</verse>
				<verse number="2">نو هغه ښځې هم هغه شان وکړل چې څنګه د خُدائ پاک خِدمتګار مشوره ورکړې وه. هغې خپل خاندان بوتلو او اووۀ کاله د فلستيه په مُلک کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="3">د اوؤم کال په ختمېدو، هغه واپس اِسرائيل ته راغله او بادشاه له لاړه چې مِنت ورته وکړى چې خپله زمکه او کور ورته واپس مِلاو شى.</verse>
				<verse number="4">هغې وليدل چې بادشاه د اليشع نوکر جيحازى سره خبرې کولې، بادشاه غوښتل چې د اليشع په لويو معجزو باندې پوهه شى.</verse>
				<verse number="5">کله چې جيحازى بادشاه ته وئيل چې اليشع يو مړے راژوندے کړے وو، نو هغه ښځې بادشاه ته عرض وکړو. جيحازى هغۀ ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، هغه ښځه دا ده او دا يې زوئ دے چې اليشع راژوندے کړے وو.“</verse>
				<verse number="6">بادشاه ښځې ته ووئيل چې خپله قيصه بيان کړه، چې څۀ شوى وُو نو هغې ورته بيان کړل. بادشاه يو آفسر راوغوښتو او ورته يې ووئيل چې، ”هغې له خپل هر څۀ واپس ورکړه، سره د هغې د زمکې د اووۀ کالو آمدن.“</verse>
				<verse number="7">اليشع په هغه وخت دمشق ته لاړو چې د شام بادشاه بِن‌حدد بيمار وو. نو چې بادشاه خبر شو چې اليشع هلته دے،</verse>
				<verse number="8">نو هغۀ خپل يو آفسر حِزائيل ته ووئيل، ”هغه پېغمبر له يوه تُحفه يوسه او هغۀ ته ووايه چې د مالِک خُدائ نه تپوس وکړى چې زۀ به د دې بيمارۍ نه ښۀ شم او کۀ نه.“</verse>
				<verse number="9">نو حِزائيل په څلوېښتو اوښانو باندې د دمشق ښۀ څيزونه بار کړل او اليشع له لاړو. کله چې حِزائيل ورسره مِلاو شو نو ورته يې ووئيل، ”ستا خِدمتګار بِن‌حدد بادشاه زۀ د دې تپوس دپاره رالېږلے يم چې هغه به د خپلې بيمارۍ نه ښۀ شى او کۀ نه.“</verse>
				<verse number="10">اليشع ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما ته دا څرګنده کړې ده چې هغه به مړ شى، خو هغۀ له لاړ شه او ورته ووايه چې هغه به روغ شى.“</verse>
				<verse number="11">اليشع ورته نېغ نېغ کتل او سترګې يې ترې نه نۀ اړولې چې خزائيل وشرمېدو نو د خُدائ پاک خِدمتګار په ژړا شروع وکړه.</verse>
				<verse number="12">حِزائيل ترې نه تپوس وکړو، ”زما صاحِبه ولې ژاړې؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”ما ته د هغه بدو پته ده چې تۀ به يې د اِسرائيليانو سره کوې، تۀ به د هغوئ قلعې وسوزوې، د هغوئ زلمى به په تُوره ووژنې، د هغوئ بچى به ټوټې ټوټې کړې او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وشلوې.“</verse>
				<verse number="13">حِزائيل ورته ووئيل، ”زما په شان يو معمولى انسان دومره غټ کار څنګه کولے شى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما ته ښودلى دى چې تۀ به د شام بادشاه شې.“</verse>
				<verse number="14">خزائيل بِن‌حدد له لاړو، بِن‌حدد ترې نه تپوس وکړو، ”اليشع څۀ وفرمائيل؟“ حِزائيل ورته ووئيل، ”هغۀ ما ته ووئيل چې تۀ به روغ جوړ شې.“</verse>
				<verse number="15">خو په ورپسې ورځ خزائيل يوه کمبله واخسته، په اوبو کښې يې لمده کړه او د بادشاه په مخ باندې يې واچوله، ساه يې ورله بنده کړه او مړ شو. او حِزائيل د بِن‌حدد نه پس د شام بادشاه شو.</verse>
				<verse number="16">د اِسرائيل د بادشاه د اخى‌اب زوئ يورام د بادشاهۍ په پينځم کال، د يهوسفط زوئ يهورام د يهوداه بادشاه شو</verse>
				<verse number="17">چې عُمر يې دوه دېرش کاله وو او هغۀ په يروشلم باندې اتۀ کاله بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="18">هغۀ د اخى‌اب لور وادۀ کړه او د اخى‌اب د خاندان په شان هغه هم د اِسرائيل د بادشاهانو په شان په غلطو لارو روان وو. هغۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بد وکړل،</verse>
				<verse number="19">خو مالِک خُدائ نۀ غوښتل چې يهوداه تباه کړى، ځکه چې هغۀ د خپل خِدمت کوونکى داؤد سره لوظ کړے وو چې د هغۀ د اولاد ځلېدونکې بادشاهى به د همېشه دپاره وى.</verse>
				<verse number="20">د يهورام په بادشاهۍ کښې ادوم د يهوداه خِلاف بغاوت وکړو او يو خپل بادشاه يې جوړ کړو.</verse>
				<verse number="21">نو يهورام د خپلو ټولو جنګى ګاډو سره صعير ته روان شو، چې هلته ادومى فوجيانو هغوئ محاصره کړل. د شپې هغۀ او د هغۀ د جنګى ګاډو مشرانو محاصره ماته کړه او وتښتېدل او د هغۀ فوجيان خپلو کورونو ته واپس شول.</verse>
				<verse number="22">نو د يهوداه ادوم تر اوسه پورې آزاد دے. هم په دې دوران کښې د لِبناه ښار هم بغاوت وکړو.</verse>
				<verse number="23">يهورام چې نور هر څۀ هم کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="24">يهورام مړ شو او د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ اخزياه د هغۀ نه پس بادشاه شو.</verse>
				<verse number="25">د اِسرائيل بادشاه د اخى‌اب زوئ يورام د بادشاهۍ په دولسم کال، د يهورام زوئ اخزياه د يهوداه بادشاه شو</verse>
				<verse number="26">چې عُمر يې دوويشت کاله وو او هغۀ يو کال په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ د مور عتلياه نوم وو، چې د اخى‌اب بادشاه لور او د اِسرائيل بادشاه عُمرى نمسۍ وه.</verse>
				<verse number="27">هغه هم د اخى‌اب د خاندان په لار روان وو او هغه څۀ يې کول چې د مالِک خُدائ په نظر کښې بد وُو، لکه څنګه چې د اخى‌اب خاندان کړى وُو، ځکه چې هغه د اخى‌اب د خاندان وو.</verse>
				<verse number="28">اخزياه بادشاه د اِسرائيل د بادشاه يورام په يو جنګ کښې ملګرتيا وکړه چې دا جنګ د شام د حِزائيل خِلاف وو. فوجونه په رامات‌جِلعاد کښې وجنګېدل او يورام په جنګ کښې زخمى شو.</verse>
				<verse number="29">هغه د يزرعيل ښار ته راواپس شو چې زخمونه يې روغ شى او اخزياه هلته د مِلاوېدو دپاره ورَغلو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">په دې دوران کښې اليشع پېغمبر د پېغمبرانو د قبيلې يو کس راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ملا وتړه او رامات‌جِلعاد ته لاړ شه. د زيتُونو د تېلو دا لوښے ځان سره يوسه،</verse>
				<verse number="2">او چې کله تۀ هلته ورسېږې نو د نِمسى نمسے او د يهوسفط زوئ ياهُو ولټوه. او هغه د خپلو ملګرو نه يو کوټې ته بوځه،</verse>
				<verse number="3">د لوښى دا تېل د هغۀ په سر باندې واچوه او ورته ووايه چې مالِک خُدائ دا اِعلان کوى چې هغه تا د اِسرائيل بادشاه مقرروى. بيا دروازه کولاو کړه او زر زر وتښته.“</verse>
				<verse number="4">نو هغه زلمے پېغمبر رامات‌جِلعاد ته لاړو،</verse>
				<verse number="5">هلته يې د فوج آفسران وليدل چې راغونډ وُو. هغۀ وفرمائيل، ”صاحِبه، ما سره ستا دپاره يو پېغام دے.“ ياهُو ورته ووئيل، ”تۀ په مونږ کښې چا ته وائې؟“ نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”د فوج مشره، تا ته وايم.“</verse>
				<verse number="6">نو هغوئ دواړه دننه لاړل او هغه زلمى پېغمبر د ياهُو سر د زيتُونو په تېلو غوړ کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا اِعلان کوى چې زۀ تا په خپلو خلقو اِسرائيل باندې بادشاه مقرروم.</verse>
				<verse number="7">تۀ به د خپل نېک د اخى‌اب کورنۍ تباه کوې، نو داسې به زۀ ايزبل له سزا ورکړم ځکه چې هغې زما پېغمبران او زما نور خِدمت کوونکى وژلى وُو.</verse>
				<verse number="8">د اخى‌اب مکمل خاندان او اولاد به مرى، زۀ به د هغۀ په خاندان کښې هر يو نارينه ختم کړم، کۀ هغه بوډا وى او کۀ ځوان وى.</verse>
				<verse number="9">زۀ به د هغۀ د خاندان سره هم هغه شان سلوک وکړم لکه څنګه سلوک مې چې د اِسرائيل د بادشاهانو د نباط زوئ يربعام او د اخياه زوئ بعشا سره کړے وو.</verse>
				<verse number="10">ايزبل به هيڅ څوک نۀ ښخوى، او د يزرعيل په علاقه کښې به سپى د هغې لاش وخورى.“ بيا هغه ځوان پېغمبر دروازه کولاو کړه او منډه يې کړه.</verse>
				<verse number="11">ياهُو خپلو ملګرو آفسرانو له واپس لاړو، چې هغوئ ترې نه تپوس وکړو، ”خېر خو دے؟ هغه ليونے تا له د څۀ دپاره راغلے وو؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو ته پته ده چې هغه څنګه سړے دے او څنګه خبرې کوى.“</verse>
				<verse number="12">هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته رښتيا خبره وکړه چې هغۀ څۀ وفرمائيل.“ نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”هغۀ ما ته وفرمائيل چې، مالِک خُدائ اِعلان کوى چې تا زۀ د اِسرائيل بادشاه مقرروم.“</verse>
				<verse number="13">نو سمدستى د ياهُو ملګرو آفسرانو خپلې چُوغې د پوړۍ دپاسه خورې کړې چې ياهُو ورباندې ودريږى، بيګلې يې وغږولې او چغه يې کړه، ”ياهُو بادشاه دے.“</verse>
				<verse number="14">بيا ياهُو د يورام بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه، چې هغه په يزرعيل کښې وو، چې هلته د دې دپاره تلے وو چې هغه زخمونه يې روغ شى چې هغه د شام بادشاه حِزائيل خِلاف په جنګ کښې زخمى شوے وو. نو ياهُو خپلو ملګرو آفسرانو ته ووئيل، ”کۀ تاسو زما ملګرتيا کوئ، نو چې هيڅ څوک هم د رامات‌جِلعاد نه ونۀ تښتئ چې په يزرعيل کښې خلق خبر کړئ.“</verse>
				<verse number="15"></verse>
				<verse number="16">بيا هغه په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يزرعيل ته روان شو. يورام تر اوسه پورې روغ شوے نۀ وو او د يهوداه بادشاه اخزياه د هغۀ تپوس له ورغلے وو.</verse>
				<verse number="17">په يزرعيل کښې د څوکيدارۍ په برج کښې يو محافظ وو چې هغۀ ياهُو او د هغۀ فوجيان وليدل چې راروان وُو. هغۀ چغه کړه، ”ما يو څو سړى وليدل چې راروان دى.“ يورام ورته ووئيل، ”په آس سور يو سړے ورولېږه چې دا معلوم کړى چې خېر خو دے.“</verse>
				<verse number="18">پېغام وړونکے ياهُو له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه معلومول غواړى چې خېر خو دے څنګه راغلے يئ؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو په خېر څۀ کوئ؟ ما پسې راځه.“ محافظ دا خبر ورکړو چې پېغام وړونکے هغه قبيلې ته رسېدلے دے خو واپس رانۀ غلو.</verse>
				<verse number="19">نو بادشاه په آس سور دوېم سړے ورولېږلو. کله چې هغه هغوئ له ورَغلو نو ورته يې ووئيل، ”بادشاه داسې وائى، خېر خو دے څنګه راغلے يې؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”تاسو په خېر څۀ کوئ؟ ما پسې راځه.“</verse>
				<verse number="20">محافظ يو ځل بيا خبر ولېږلو چې پېغام وړونکے هغه قبيلې ته رسېدلے دے خو واپس رانۀ غلو. او هغۀ دا هم ووئيل، ”هغه خپله جنګى ګاډۍ د ليونى په شان چلوى، لکه چې ياهُو وى.“</verse>
				<verse number="21">يورام بادشاه حُکم وکړو، ”زما جنګى ګاډۍ تياره کړئ.“ نو هغوئ تياره کړه او هغه او اخزياه بادشاه روان شول، دواړه د ياهُو سره مِلاوېدو دپاره په خپله خپله جنګى ګاډۍ کښې سوارۀ وُو او د نبوت په پټى کښې ورسره مِلاو شول.</verse>
				<verse number="22">يورام ترې نه تپوس وکړو، ”خېر خو دے څنګه راغلې؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”خېر به څنګه وى، چې په مونږ کښې هغه کوډې او بُت پرستى موجوده وى چې ستا مور ايزبل شروع کړې دى؟“</verse>
				<verse number="23">يورام چغه کړه، ”اخزياه، دا سازش دے.“ نو هغۀ سمدستى خپله جنګى ګاډۍ راتاو کړه او هغه روان شو چې وتښتى.</verse>
				<verse number="24">ياهُو خپله لينده راوويسته او پوره يې راښکله او د يورام د ولو مينځ يې په غشى وويشتو او د هغۀ زړۀ يې سورے کړو. يورام په خپله جنګى ګاډۍ کښې مړ پرېوتو،</verse>
				<verse number="25">او ياهُو خپل آفسر بِدقر ته ووئيل، ”د هغۀ لاش اوچت کړه او په هغه پټى کښې يې وغورزوه چې د نبوت دے. هغه راپه ياد کړه چې کله تۀ او زۀ د يورام بادشاه پلار اخى‌اب پسې روان وُو، نو مالِک خُدائ د اخى‌اب خِلاف دا کلام وکړو،</verse>
				<verse number="26">ما د نبوت او د هغۀ د زامنو قتل پرون وليدو. زۀ دا قسم کوم چې زۀ به تا له هم په دې پټى کښې سزا درکړم.“ نو ياهُو خپل آفسر له حُکم ورکړو چې، ”د يورام لاش اوچت کړه او په هغه پټى کښې يې واچوه چې کوم د نبوت دے، نو چې د مالِک خُدائ قسم پوره شى.“</verse>
				<verse number="27">اخزياه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغه په خپله جنګى ګاډۍ کښې د بيت‌هګان ښار طرف ته وتښتېدو او ياهُو ورپسې وو. ياهُو خپلو سړو له حُکم ورکړو، ”دے هم ووژنئ.“ او چې کله هغۀ د ابليعام ښار سره نزدې جور ته خپله جنګى ګاډۍ روانه کړې وه نو هغه يې زخمى کړو، خو تر هغې پورې روان وو چې د مِجدو ښار ته ورسېدو او هلته مړ شو.</verse>
				<verse number="28">د هغۀ خپلو آفسرانو د هغۀ لاش په جنګى ګاډۍ کښې واپس يروشلم ته يوړو او د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې يې ښخ کړو.</verse>
				<verse number="29">اخزياه د اخى‌اب د زوئ يورام د بادشاهۍ په يوولسم کال د يهوداه بادشاه جوړ شوے وو.</verse>
				<verse number="30">ياهُو يزرعيل ته ورسېدو. نو چې ايزبل خبر شوه، نو رانجۀ يې پورې کړل، وېښتۀ يې سم کړل او په محل کښې د يوې کړکۍ سره ودرېده او بهر يې کتل.</verse>
				<verse number="31">څنګه چې ياهُو دروازې ته راورسېدو، نو هغې ورته آواز وکړو، ”تۀ د زِمرى په شان يې، تۀ د خپل نېک قاتِل يې، تۀ څنګه دلته په خېر سره راغلې؟“</verse>
				<verse number="32">ياهُو بره وکتل او چغه يې کړه، ”زما ملګرتيا څوک کوى؟“ دوو يا درېو خصيانو هغۀ ته لاندې وکتل،</verse>
				<verse number="33">او ياهُو هغوئ ته ووئيل، ”هغه لاندې راوغورزوئ.“ نو هغوئ هغه لاندې راوغورزوله او آسونو د هغې لاش د پښو لاندې کړو او د هغې په وينو باندې دېوال او آسونه لت پت شول.</verse>
				<verse number="34">بيا ياهُو لاړو او د خوراک څښاک نه پس هغۀ ووئيل، ”دا لعنتى ښځه بوځئ او ښخه يې کړئ، کۀ څۀ هم وى خو د بادشاه لور خو ده کنه.“</verse>
				<verse number="35">خو چې سړى د هغې ښخېدلو له ورغلل نو هغوئ د هغې کوپړۍ، پښو او د هغې د لاسونو نه بغېر هيڅ هم ونۀ موندل.</verse>
				<verse number="36">کله چې هغوئ ياهُو د دې نه خبر کړو، نو هغۀ ووئيل، ”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې داسې به کيږى، کله چې هغۀ د خپل خِدمت کوونکى الياس په ذريعه دا کلام کړے وو يعنې، د يزرعيل په علاقه کښې به سپى د ايزبل لاش وخورى.</verse>
				<verse number="37">د ايزبل لاش د يزرعيل په مُلک کښې په يو پټى کښې به په زمکه باندې د سوټو په شان خور ورو پروت وى او څوک به هم نۀ وى چې هغه وپېژنى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">د اخى‌اب بادشاه اويا زامن د سامريه په ښار کښې اوسېدل. ياهُو يو خط وليکلو او د ښار حکمرانانو، د ښار مشرانو او د اخى‌اب د اولاد مشرانو له يې د دې نقلونه ولېږل. په خط کښې دا وئيلى شوى وُو،</verse>
				<verse number="2">”تاسو د بادشاه د زامنو مشران يئ او ستاسو حِفاظت د جنګى ګاډو، آسونو، وسلو او د پَخو دېوالونو د ښارونو سره کيږى. چې څنګه تاسو ته دا خط مِلاو شى،</verse>
				<verse number="3">نو تاسو د بادشاه د زامنو نه يو ښۀ کس خوښ کړئ، هغه بادشاه جوړ کړئ او د هغۀ د حِفاظت دپاره جنګ کوئ.“</verse>
				<verse number="4">د سامريه حکمرانان ويرېدل. هغوئ ووئيل، ”يورام بادشاه او اخزياه بادشاه چې د ياهُو مخالفت نۀ شو کولے نو مونږ د هغۀ مخالفت څنګه وکړُو؟“</verse>
				<verse number="5">نو د محل آفسر او د ښار آفسر، سره د ښار د مشرانو او د بادشاه د زامنو محافظانو، ياهُو له دا پېغام ولېږلو، ”مونږ ستا خِدمت کوونکى يُو او چې تۀ څۀ وائې نو هغې ته تيار يُو. خو مونږ د هيچا نه هم بادشاه نۀ جوړوُو، چې څۀ تا ته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه.“</verse>
				<verse number="6">ياهُو هغوئ ته يو بل خط وليکلو، ”کۀ تاسو زما ملګرتيا کوئ او زما حُکمونو منلو ته تيار يئ، نو سبا دا وخت په يزرعيل کښې د اخى‌اب بادشاه د زامنو سرونه ما له راوړئ.“ د اخى‌اب بادشاه اويا زامن د سامريه ښار د مشرانو د حِفاظت لاندې لوئ شول.</verse>
				<verse number="7">چې کله د ياهُو خط راورسېدو، نو د سامريه مشرانو د اخى‌اب هغه اويا واړه زامن ووژل، د هغوئ سرونه يې په ټوکرو کښې واچول او په يزرعيل کښې يې ياهُو له ولېږل.</verse>
				<verse number="8">کله چې ياهُو خبر شو چې د اخى‌اب د زامنو سرونه راوړے شوى دى، نو هغۀ حُکم ورکړو چې د دې نه د ښار د دروازې په خولۀ کښې دوه ډيرى جوړ کړئ او تر سحر پورې دې هلته پرېښودلے شى.</verse>
				<verse number="9">په سحر کښې، هغه د ښار دروازې له لاړو او چې کوم خلق هلته وُو نو هغوئ ته يې ووئيل، ”زۀ هغه څوک يم چا چې د يورام بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه او هغه يې ووژلو، تاسو د هغې ذمه وار نۀ يئ. خو دا ټول چا ووژل؟</verse>
				<verse number="10">تاسو يقين وکړئ چې د مالِک خُدائ کوم پېغام د اخى‌اب د خاندان په حقله بيان شوے وو هغه به نۀ ناکام کيږى. مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوونکى الياس په ذريعه دا اِعلان کړے وو چې داسې به کيږى.“</verse>
				<verse number="11">بيا ياهُو د اخى‌اب نور ټول خپلوان ووژل چې کوم په يزرعيل کښې اوسېدل او د هغۀ ټول آفسران، نزدې ملګرى او اِمامان هم، د هغوئ نه يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.</verse>
				<verse number="12">ياهُو سامريه ته روان شو. په لار کښې، د هغه ځائ سره چې نوم يې ”د شپانو ځائ“ وو،</verse>
				<verse number="13">هغه د يهوداه د مړ بادشاه اخزياه د يو څو خپلوانو سره مِلاو شو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو څوک يئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ د اخزياه خپلوان يُو، مونږ يزرعيل ته روان يُو چې د مَلِکه ايزبل او د شاهى خاندان د نورو کسانو درناوے وکړُو.“</verse>
				<verse number="14">ياهُو خپلو سړو له حُکم ورکړو، ”هغوئ ژوندى ونيسئ.“ نو هغوئ يې ونيول او هغوئ يې هلته د يوې کندې سره نزدې ووژل. هغوئ ټول دوه څلوېښت کسان وُو او د هغوئ نه يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.</verse>
				<verse number="15">ياهُو يو ځل بيا روان شو، په لار کښې هغه د ريکاب زوئ يوندب سره مِلاو شو. ياهُو ورباندې سلام واچولو او ورته يې ووئيل، ”تۀ هم زما هغه شان وفادار يې لکه چې څنګه زۀ ستا وفادار يم؟“ يوندب ورته ووئيل، ”آو، زۀ ستا وفادار يم.“ ياهُو ورته ووئيل، ”کۀ داسې وى نو ما له لاس راکړه.“ نو هغۀ لاس ورکړو. ياهُو هغه د ځان سره خپلې جنګى ګاډۍ ته وخېژولو.</verse>
				<verse number="16">او هغۀ ورته ووئيل، ”ما سره لاړ شه او په خپله وګوره چې زۀ د مالِک خُدائ څومره وفادار يم.“ او هغه يې په خپله جنګى ګاډۍ کښې بوتلو.</verse>
				<verse number="17">کله چې هغوئ سامريه ته راغلل، نو ياهُو د اخى‌اب ټول پاتې شوى خپلوان ووژل، تر دې پورې چې يو هم ژوندے پاتې نۀ شو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ الياس ته کلام کړے وو.</verse>
				<verse number="18">ياهُو د سامريه ټول خلق راغونډ کړل او ورته يې ووئيل، ”اخى‌اب بادشاه د بعل بُت لږ شان خِدمت کړے دے، خو زۀ به يې د هغۀ نه هم زيات خِدمت وکړم.</verse>
				<verse number="19">د بعل ټول پېغمبران، د هغۀ ټول عبادت کوونکى او ټول اِمامان راغونډ کړئ. هيڅ څوک به غېر حاضر نۀ وى، زۀ بعل ته يوه لويه قربانى پېش کوم او چې څوک هم حاضر نۀ شى نو هغه به وژلے شى.“ خو د ياهُو مطلب دا وو چې داسې به د بعل عبادت کوونکى ووژنى.</verse>
				<verse number="20">بيا ياهُو اِعلان وکړو، ”د بعل د درناوى دپاره د عبادت د ورځې اِعلان وکړئ.“ نو اِعلان وشو،</verse>
				<verse number="21">او ياهُو د اِسرائيل ټول مُلک ته دا خبر ولېږلو، او د بعل عبادت کوونکى ټول راغلل نو يو کس هم پاتې نۀ شو چې غېر حاضر وى. هغوئ ټول د بعل عبادتخانې ته راغلل او د يو سر نه تر بل سره پورې يې عبادتخانه ډکه کړه.</verse>
				<verse number="22">بيا ياهُو د مقدسو چُوغو مشر اِمام له حُکم ورکړو چې چُوغې راوړه او عبادت کوونکو له يې ورکړه.</verse>
				<verse number="23">د هغې نه پس، ياهُو په خپله د ريکاب زوئ يوندب سره عبادتخانې ته دننه شو او خلقو ته يې هلته ووئيل، ”پام کوئ چې صِرف د بعل عبادت کوونکى حاضر وى او د مالِک خُدائ يو عبادت کوونکے هم نۀ وى راننوتلے.“</verse>
				<verse number="24">بيا هغه او يوندب دننه لاړل چې بعل ته قربانۍ او سوزېدونکې نذرانې پېش کړى. هغۀ اتيا سړى د عبادتخانې نه بهر ودرولى وُو او هغوئ ته يې وئيلى وُو، ”تاسو به دا ټول خلق وژنئ، چې د چا نه يو کس هم وتښتى نو د هغۀ په سر کښې به هغه وژلے شى.“</verse>
				<verse number="25">چې څنګه ياهُو نذرانې پېش کړې، نو هغۀ څوکيدارانو او آفسرانو ته ووئيل، ”دننه ورشئ او ټول ووژنئ، چې يو هم درنه خلاص نۀ شى.“ هغوئ تُورې راويستلې او دننه لاړل، ټول يې ووژل او د هغوئ لاشونه يې بهر راښکل. بيا هغوئ د عبادتخانې دنننى ځائ ته لاړل،</verse>
				<verse number="26">چې هلته کومه مقدسه ستنه وه هغه يې راوويستله او وې سوزوله.</verse>
				<verse number="27">نو هغوئ د عبادت ستنه او عبادتخانه تباه کړه او عبادتخانه په ټټۍ بدله شوه او تر نن ورځې پورې شته دے.</verse>
				<verse number="28">نو ياهُو داسې د اِسرائيل نه د بعل عبادت ختم کړو،</verse>
				<verse number="29">خو هغۀ د يربعام بادشاه ګناه بنده نۀ کړه، چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو چې هغوئ د سرو زرو د هغه سخى عبادت وکړو چې هغۀ په بيت‌ايل او دان کښې لګولے وو.</verse>
				<verse number="30">مالِک خُدائ ياهُو ته وفرمائيل، ”تا د اخى‌اب په اولاد باندې هم هغه څۀ وکړل چې ما درته فرمائيلى وُو. نو زۀ تا سره لوظ کوم چې ستا اولاد به تر څلورم نسل پورې د اِسرائيل بادشاهان وى.“</verse>
				<verse number="31">خو ياهُو د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک قانون نۀ منلو. هغه د يربعام د هغه ګناهونو نه نۀ راګرځېدو، چې په بنى اِسرائيلو باندې يې کړى وُو.</verse>
				<verse number="32">په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د اِسرائيل د علاقې کمول شروع کړل. د شام بادشاه حِزائيل د اِسرائيل ټوله علاقه فتح کړه</verse>
				<verse number="33">د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون سيند په غاړه په جنوب کښې د عروعير ښار پورې، په دې کښې د جِلعاد او بسن علاقې هم شاملې وې، چرته چې د جاد، روبين او نمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلې اوسېدې.</verse>
				<verse number="34">نور هر څۀ چې ياهُو کړى وُو، سره د هغۀ د بهادرۍ د کارنامو، دا د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="35">هغه مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوآخز د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="36">ياهُو په سامريه کښې اتۀويشت کاله بادشاهى وکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">څنګه چې د اخزياه مور عتلياه د خپل زوئ د قتل نه خبر شوه، نو هغې ووئيل چې د شاهى خاندان ټول کسان دې ووژلے شى.</verse>
				<verse number="2">صِرف د اخزياه زوئ يوآس وتښتېدو. هغه هم د نورو سره وژلے کېدو، خو يهوسبع هغه بچ کړو، يهوسبع د يهورام لور او د اخزياه ناسکه خور وه. هغې يوآس او د هغۀ دايڼه د مالِک خُدائ په کور کښې د خوب کوټې ته بوتلل او د عتلياه نه يې پټ کړو، نو هغه ونۀ وژلے شو.</verse>
				<verse number="3">شپږ کاله يهوسبع د هلک خيال ساتلو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې پټ کړے وو، چې په دې دوران کښې عتلياه مَلِکه وه.</verse>
				<verse number="4">خو په اوؤم کال يهويدع اِمام د شاهى څوکيدارانو او د محل څوکيدارانو مشران آفسران راوغوښتل او د مالِک خُدائ کور ته يې راوستل، چې هلته يې د هغوئ نه دا قسم واخستلو چې د هغۀ په منصوبه به عمل کوى. نو بيا هغۀ ورته د اخزياه بادشاه زوئ يوآس وښودلو</verse>
				<verse number="5">او هغوئ له يې دا حُکم ورکړو، ”کله چې تاسو د سبت په ورځ خپل کار له راشئ، نو ستاسو درېمه حِصه کسان به د محل څوکيدارى کوى،</verse>
				<verse number="6">بله درېمه حِصه به د صور په دروازه کښې د څوکيدارۍ دپاره ودريږى او بله درېمه حِصه به د نورو څوکيدارانو وروستو د دروازې سره د څوکيدارۍ دپاره ودريږى.</verse>
				<verse number="7">هغه دواړه ډلې چې د سبت په ورځ يې چُټى وى نو هغه به د مالِک خُدائ په کور د بادشاه د څوکيدارۍ دپاره ودريږى.</verse>
				<verse number="8">تاسو به د يوآس بادشاه نه ګېرچاپېره ولاړ يئ او تُورې به مو راويستلې وى او چې چرته هم ځى نو ورسره ځئ. هر څوک چې تاسو له نزدې راځى نو هغه دې وژلے شى.“</verse>
				<verse number="9">آفسرانو د يهويدع په خبرو عمل وکړو او هغوئ هغه سړى ورله راوستل چې د سبت په ورځ په چُټۍ تلل او چې کوم څوکيدارۍ له راتلل.</verse>
				<verse number="10">هغۀ آفسرانو له هغه نېزې او ډالونه ورکړل کوم چې د داؤد بادشاه وُو او چې د مالِک خُدائ په کور کښې ساتلے شوى وُو،</verse>
				<verse number="11">او هغۀ د مالِک خُدائ د کور په مخکښې ګېرچاپېره د بادشاه د حِفاظت دپاره سړى ودرول چې تُورې يې په لاس کښې وې.</verse>
				<verse number="12">بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې ورپه سر کړو او د بادشاهۍ کولو د قانون يو نقل يې ورله ورکړو. نو يوآس مقرر کړے شو او اِعلان وشو چې هغه بادشاه دے. خلقو لاسونه وپړقول او چغه يې ووهله، ”بادشاه زنده‌باد.“</verse>
				<verse number="13">مَلِکه عتلياه د څوکيدارانو او خلقو شور واورېدو، نو هغه د مالِک خُدائ کور ته تېزه لاړه، چرته چې خلق راغونډ وُو.</verse>
				<verse number="14">هلته هغې هغه نوے بادشاه وليدو چې د رِواج په مطابق د ستنې سره د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو. آفسران او بيګل غږوونکى د هغۀ نه ګېرچاپېره تاو وُو او ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې. عتلياه د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغې يې ووهلې، ”غدار، غدار.“</verse>
				<verse number="15">يهويدع نۀ غوښتل چې عتلياه د مالِک خُدائ د کور سره ووژنى، نو هغۀ فوجى آفسرانو له حُکم ورکړو، ”هغه د څوکيدارانو د صفونو په مينځ کښې وباسئ او هغه هر يو کس ووژنئ چې د هغې د بچ کولو کوشش وکړى.“</verse>
				<verse number="16">هغوئ هغه ونيوله، محل ته يې بوتله او هلته يې د آسونو د دروازې سره ووژله.</verse>
				<verse number="17">يهويدع اِمام د يوآس بادشاه او د خلقو نه د مالِک خُدائ په نوم يو لوظ واخستلو چې هغوئ به د مالِک خُدائ تابعدار اوسى، هغۀ د بادشاه او د خلقو په مينځ کښې هم يو لوظ وکړو.</verse>
				<verse number="18">بيا خلق د بعل عبادتخانې ته لاړل او راوې غورزوله، هغوئ قربان‌ګاه او بُتان ټوټې ټوټې کړل او د بعل اِمام متان يې د قربان‌ګاه په مخکښې ووژلو. يهويدع د مالِک خُدائ په کور باندې څوکيداران ودرول،</verse>
				<verse number="19">او بيا هغۀ، آفسرانو، شاهى څوکيدارانو او د محل څوکيدارانو بادشاه د مالِک خُدائ د کور نه محل ته بوتلو، چې ټول خلق ورپسې روان وُو. يوآس د څوکيدارانو په دروازه ننوتلو او په تخت باندې په خپل ځائ کښېناستو.</verse>
				<verse number="20">ټول خلق خوشحاله وُو او په ښار کښې امن وو، ځکه چې عتلياه په محل کښې وژلے شوې وه.</verse>
				<verse number="21">يوآس د اوو کالو په عُمر کښې د يهوداه بادشاه شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">د اِسرائيل د بادشاه ياهُو د بادشاهۍ په اوؤم کال، يوآس د يهوداه بادشاه شو او هغۀ څلوېښت کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ضِبياه د بيرسبع وه.</verse>
				<verse number="2">هغۀ ټول عُمر هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو، ځکه چې يهويدع اِمام هغۀ له دا مشوره ورکوله.</verse>
				<verse number="3">خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوى او خلقو بيا بيا هلته قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى سوزولې.</verse>
				<verse number="4">يوآس اِمامان راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې هغه پېسې بچت کوئ چې د مالِک خُدائ په کور کښې د مقدسو نذرانو، د هرې ورځې قربانۍ او د رضاکارانه نذرانو دپاره ورکولے شى.</verse>
				<verse number="5">هر يو اِمام به پېسې اخلى او د ضرورت په مطابق به يې د مالِک خُدائ د کور په مرمت کښې استعمالوى.</verse>
				<verse number="6">خو د يوآس د بادشاهۍ په درويشتم کال پورې هم اِمامانو د مالِک خُدائ په کور کښې څۀ مرمت نۀ وو کړے.</verse>
				<verse number="7">نو هغۀ يهويدع او نور اِمامان راوغوښتل او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو د مالِک خُدائ کور ولې نۀ دے مرمت کړے؟ تاسو به نورې پېسې نۀ اخلئ. د نن نه پس به دا صرف د مالِک خُدائ د کور په مرمت کښې استعمالولے شى.“</verse>
				<verse number="8">اِمامان دې ته راضى شول چې هغوئ به د خلقو نه نورې پېسې نۀ راغونډوى خو د مالِک خُدائ کور مرمت کولو ته يې هم غاړه ونۀ نيوله.</verse>
				<verse number="9">بيا يهويدع يو صندوق واخستلو، د دې په سر کښې يې سورے وکړو او صندوق يې د قربان‌ګاه ښى طرف ته کېښودو، چې د مالِک خُدائ کور ته د ننوتو ځائ سره وو. خلقو چې کومه چنده ورکوله نو د ننوتو په ځائ کښې مقرر شوى اِمام به هغه ټوله په صندوق کښې اچوله.</verse>
				<verse number="10">چې کله به هم په صندوق کښې ډېرې پېسې جمع شوې، نو شاهى منشى او مشر اِمام به راتلل، هغه پېسې به يې وشمېرلې چې د مالِک خُدائ کور ته به راوړلے شوې وې او په کڅوړو کښې به يې واچولې.</verse>
				<verse number="11">بيا به هغوئ دا پېسې هغه سړو له ورکولې چې د مالِک خُدائ په کور کښې د کار ذمه وار وُو او هغوئ به ترې نه ترکاڼانو، مِعمارانو،</verse>
				<verse number="12">ګِلکارانو او د کاڼو جوړوونکو له ورکولې، هغه لرګى او کاڼى به يې پرې اخستل چې په مرمت کښې استعمالېدل او نور ټول ضرورى څيزونه به يې پرې اخستل.</verse>
				<verse number="13">د سپينو زرو پيالو، جامونو، بيګلو، د ډيوو سرپوښونه، يا د سرو زرو يا سپينو زرو نورو سامانونو دپاره څۀ پېسې هم نۀ وې استعمال شوې.</verse>
				<verse number="14">دا پېسې مزدورانو له ورکولے شوې او د مرمت سامان ورباندې اخستلے شو.</verse>
				<verse number="15">ذمه وارو سړو په صداقت سره کار کولو، نو د پېسو د حِساب کِتاب ضرورت نۀ پېښېدو.</verse>
				<verse number="16">خو د ګناه د تاوان د نذرانو او د ګناه د نذرانو دپاره ورکړے شوې پېسې د مالِک خُدائ په کور کښې نۀ استعمالېدې، دا د اِمامانو وې.</verse>
				<verse number="17">په هغه وخت د شام بادشاه حِزائيل د جات په ښار باندې حمله وکړه او هغه يې فتح کړو، بيا هغۀ په يروشلم باندې د حملې کولو فېصله وکړه.</verse>
				<verse number="18">د يهوداه بادشاه يوآس هغه ټولې نذرانې واخستلې چې د هغۀ پلار نيکۀ يهوسفط، يهورام او اخزياه مالِک خُدائ ته وقف کړې وې او د دې سره يې خپلې نذرانې او د مالِک خُدائ کور او د محل د خزانو ټول سرۀ زر يې هم ورسره يو ځائ کړل او دا هر څۀ يې حِزائيل بادشاه له په تُحفه کښې ولېږل، نو خزائيل بادشاه بيا خپل فوج د يروشلم نه واپس بوتلو.</verse>
				<verse number="19">يوآس بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="20">د يوآس بادشاه آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په هغوئ کښې دوو کسانو يعنې د سماعت زوئ يوسکار او د شومير زوئ يهوزبد هغه په هغه کور کښې ووژلو چې په هغه لار باندې جوړ وو چې د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته لاندې سِلا ته ځى. يوآس د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ امصياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="21"></verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">د يهوداه بادشاه اخزياه زوئ يوآس د بادشاهۍ په درويشتم کال، د ياهُو زوئ يهوآخز د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې اوولس کاله بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="2">هغۀ د يربعام بادشاه په شان د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو، هغۀ هيڅکله خپل بد عملونه نۀ پرېښودل.</verse>
				<verse number="3">نو مالِک خُدائ اِسرائيل ته غصه شو او هغۀ د شام بادشاه حِزائيل او د هغۀ زوئ بِن‌حدد پرېښودل چې اِسرائيل له بار بار شکست ورکړى.</verse>
				<verse number="4">نو يهوآخز مالِک خُدائ ته سوال وکړو نو مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو، ځکه چې مالِک خُدائ ته پته وه چې د شام بادشاه د اِسرائيل سره څومره سخت ظلم کوى.</verse>
				<verse number="5">نو مالِک خُدائ اِسرائيلو له يو خلاصونکے راولېږلو، چې هغوئ يې د شاميانو نه آزاد کړل، نو اِسرائيلو د مخکښې په شان په امن کښې ژوند تېرولو.</verse>
				<verse number="6">خو هغوئ بيا هم هغه ګناهونه پرې نۀ ښودل چې يربعام بادشاه اِسرائيليان هغې طرف ته بوتلى وُو او د اشيرې بُت ستنه په سامريه کښې پاتې شوه.</verse>
				<verse number="7">د يهوآخز سره صرف پنځوس په آسونو سوارۀ کسان، او لس جنګى ګاډۍ او لس زره پياده فوجيان پاتې وُو، ځکه چې د شام بادشاه د هغوئ نه علاوه نور ټول لښکر تباه کړى وُو او سم غوبل يې ورباندې کړے وو.</verse>
				<verse number="8">يهوآخز چې نور هر څۀ هم کړى وُو سره د هغۀ د ټولو بهادرۍ کارونو، هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="9">هغه مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوآس د هغۀ نه پس بادشاه شو.</verse>
				<verse number="10">د يهوداه بادشاه يوآس د بادشاهۍ په اووۀ دېرشم کال، د يهوآخز زوئ يهوآس د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې شپاړس کاله حکومت وکړو.</verse>
				<verse number="11">هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او يربعام د نباط زوئ د بدو لارو نه نۀ اوړېدو، چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو.</verse>
				<verse number="12">نور هر څۀ چې يهوآس کړى وُو، سره د يهوداه بادشاه امصياه خِلاف په جنګ کښې د هغۀ بهادرى، هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="13">يهوآس مړ شو او د سامريه په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ بادشاه شو چې د هغۀ نوم هم يربعام وو.</verse>
				<verse number="14">اليشع پېغمبر په يوه سخته بيمارۍ بيمار شو او چې هغه مړ کېدو نو د اِسرائيل بادشاه يهوآس مِلاوېدو له ورَغلو او د هغۀ د حالت په ليدو باندې يې ژړل. هغۀ چغې وهلې، ”زما پلاره، زما پلاره. تۀ د اِسرائيلو تکړه حِفاظت کوونکے وې.“</verse>
				<verse number="15">اليشع حُکم ورکړو، ”لينده او يو څو غشى واخله.“ نو يهوآس واخستل،</verse>
				<verse number="16">او اليشع هغۀ ته وفرمائيل چې، ”د غشو ويشتلو دپاره تيار شه.“ نو بادشاه هم هغه شان وکړل او اليشع خپل لاسونه د بادشاه په لاسونو کېښودل.</verse>
				<verse number="17">نو د پېغمبر په خبرو يې عمل وکړو، بادشاه هغه کړکۍ کولاو کړه چې د شام طرف ته وه. اليشع ورته وفرمائيل، ”غشے ووله.“ څنګه چې بادشاه غشے وويشتو، نو پېغمبر وفرمائيل، ”تۀ د مالِک خُدائ غشے يې، په کوم باندې چې به شام فتح کړى. تۀ به په افيق کښې د شاميانو سره تر هغې پورې جنګ کوې چې شکست ورکړې.“</verse>
				<verse number="18">بيا اليشع بادشاه ته وفرمائيل چې، ”نور غشى واخله او د دې سره زمکه ووهه.“ نو بادشاه درې ځلې زمکه ووهله او بيا يې بس کړل.</verse>
				<verse number="19">په دې باندې اليشع غصه شو او بادشاه ته يې وفرمائيل، ”تا له په کار وُو چې پينځۀ شپږ ځلې دې وهلے، نو تا به په شاميانو باندې پوره فتح موندلے وے، خو اوس به تۀ هغوئ له صِرف درې ځل شکست ورکړې.“</verse>
				<verse number="20">اليشع مړ شو او ښخ شو. هر کال به د سپرلى په موسم کښې د موآبيانو لښکر د اِسرائيل په مُلک حمله کوله.</verse>
				<verse number="21">يو وخت د يو سړى په جنازه کښې، ډاکوان وليدلے شو او دې خلقو د اليشع په قبر باندې مړے وروغورزولو او وتښتېدل. نو چې څنګه لاش د اليشع د هډوکى سره ولګېدو، نو هغه کس راژوندے شو او ودرېدو.</verse>
				<verse number="22">د يهوآخز په ټوله بادشاهۍ کښې د شام بادشاه حِزائيل به په اِسرائيلو زياتے کولو،</verse>
				<verse number="23">خو مالِک خُدائ په هغوئ مهربان او رحم کوونکے وو. او هغوئ يې دې ته نۀ پرېښودل چې تباه شى، خو د هغه لوظ په وجه يې د هغوئ مدد کولو، چې کوم يې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړے وو. هغۀ هيڅکله خپل خلق نۀ هېرول.</verse>
				<verse number="24">کله چې د شام بادشاه حِزائيل مړ شو نو د هغۀ زوئ بِن‌حدد بادشاه شو.</verse>
				<verse number="25">بيا د اِسرائيل بادشاه يهوآس بِن‌حدد له درې ځله شکست ورکړو او هغه ښارونه يې بيا قبضه کړل چې د يهوآخز د بادشاهۍ په دوران کښې بِن‌حدد نيولى وُو، يهوآخز د يهوآس پلار وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">د اِسرائيل بادشاه د يهوآخز زوئ يهوآس د بادشاهۍ په دوېم کال، د يوآس زوئ امصياه د يهوداه بادشاه شو</verse>
				<verse number="2">چې عُمر يې پينځويشت کاله وو او هغۀ په يروشلم کښې نهۀ‌ويشت کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور يهوعدان د يروشلم وه.</verse>
				<verse number="3">هغۀ هم هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو، خو د خپل پلار نيکۀ داؤد په شان نۀ وو، او هغه کارونه يې کول چې څۀ د هغۀ پلار يوآس کړى وُو.</verse>
				<verse number="4">هغۀ علاقائى عبادتخانې راونۀ غورزولې او خلقو هلته بيا هم قربانۍ او سوزېدونکې خوشبوئى سوزوله.</verse>
				<verse number="5">څنګه چې امصياه ته د بادشاهۍ ټول اختيار مِلاو شو، نو هغۀ هغه آفسران قتل کړل چې د هغۀ پلار يعنې بادشاه يې وژلے وو.</verse>
				<verse number="6">خو هغۀ د هغوئ بچى ونۀ وژل او په هغه څۀ يې عمل وکړو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په شريعت کښې فرمائيلى وُو، ”مور او پلار دې د بچو د جرمونو په وجه نۀ شى وژلے او د مور پلار د جرمونو په وجه دې د هغوئ بچى نۀ شى وژلے، يو کس دې صِرف د خپل جرم په وجه ووژلے شى.“</verse>
				<verse number="7">امصياه لس زره ادومى فوجيان د مالګې په مېدان کښې ووژل، هغۀ په يو جنګ کښې د سلع ښار قبضه کړو او په دې باندې يې يقتى‌اېل نوم کېښودو چې تر اوسه پورې يې هم دا نوم دے.</verse>
				<verse number="8">بيا امصياه د اِسرائيل بادشاه يهوآس له پېغام وړُونکى ولېږل او ورته يې ووئيل چې جنګ ته راوړاندې شه.</verse>
				<verse number="9">خو يهوآس واپس دا جواب ورولېږلو، ”يو ځل د لبنان په غرونو کښې د ازغو بوټى د دِيار ونې له دا پېغام ولېږلو چې، زما زوئ له ستا لور ورکړه چې وادۀ يې کړى. يو ځنګلى ځناور هلته تېرېدو او د ازغو په بوټى يې پښې کېښودې.</verse>
				<verse number="10">نو امصياه، تا ادوميانو له شکست ورکړے دے او مغروره شوے يې. خو په خپل شُهرت باندې ګزاره کوه او په کور کښې کښېنه. داسې بلا ولې راخبروې چې په تا او ستا په خلقو باندې تباهى راولى؟“</verse>
				<verse number="11">خو امصياه ورته غوږ نۀ نيولو، نو يهوآس بادشاه د خپلو سړو سره روان شو او په يهوداه کښې يې د بيت‌شمس سره د هغۀ خِلاف جنګ وکړو.</verse>
				<verse number="12">د امصياه لښکر شکست وخوړو او د هغۀ ټول فوجيان خپلو کورونو ته وتښتېدل.</verse>
				<verse number="13">يهوآس امصياه ونيولو، يروشلم ته وړاندې لاړو او د اِفرائيم د دروازې نه واخله د ګوټ دروازې پورې دېوال يې راغورزولو چې تقريباً دوه سوه ګزه فاصله وه.</verse>
				<verse number="14">هغۀ سپين زر، سرۀ زر او د مالِک خُدائ د کور ټول سامان او د محل ټولې خزانې يې واخستلې او واپس يې سامريه ته يوړې. هغۀ د ځان سره قېديان هم بوتلل.</verse>
				<verse number="15">نور هر څۀ چې يهوآس کړى وُو سره د يهوداه بادشاه د امصياه خِلاف په جنګ کښې د هغۀ بهادرى، دا د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="16">يهوآس مړ شو او په سامريه کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يربعام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="17">د يهوداه بادشاه امصياه د اِسرائيل بادشاه يهوآس د مرګ نه پس پينځلس کاله ژوندے وو.</verse>
				<verse number="18">امصياه چې نور هر څۀ هم کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="19">په يروشلم کښې د امصياه د وژلو منصوبه جوړه شوه، نو هغه د لکيس ښار ته وتښتېدو، خو دشمنان ورپسې وُو او هغه يې هلته ووژلو.</verse>
				<verse number="20">د هغۀ لاش واپس يروشلم ته په يو آس باندې راوړلے شو او د خپل پلار نيکۀ سره د داؤد په ښار کښې ښخ کړے شو.</verse>
				<verse number="21">بيا د يهوداه خلقو د هغۀ د شپاړسو کالو زوئ عُزياه ته د بادشاهۍ تاج ورپه سر کړو.</verse>
				<verse number="22">عُزياه د خپل پلار د مرګ نه پس ايلات بيا فتح کړو او دوباره يې جوړ کړو.</verse>
				<verse number="23">د يهوداه بادشاه د يوآس زوئ امصياه د بادشاهۍ په پينځلسم کال د يهوآس زوئ يربعام د اِسرائيل بادشاه شو او په سامريه باندې يې يو څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="24">هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د خپل پلار نيکۀ د نباط زوئ يربعام په بدو لارو باندې روان وو چا چې اِسرائيل د ګناه طرف ته بوتلى وُو.</verse>
				<verse number="25">هغۀ هغه ټوله علاقه فتح کړه کومه چې مخکښې د اِسرائيل وه چې په شمال کښې د حمات درې نه واخله په جنوب کښې د مړ درياب پورې وه. مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د خپل خِدمت کوونکى د امتى زوئ يُونس په ذريعه د هغې وعده کړې وه، څوک چې د جات‌حِفر وو.</verse>
				<verse number="26">مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سخت تکليف وليدو، او داسې هيڅ څوک هم نۀ وُو چې د هغوئ مدد يې کړے وے.</verse>
				<verse number="27">خو د مالِک خُدائ مقصد دا نۀ وو چې د اِسرائيلو نوم او نشان ختم کړى، نو هغوئ يې د دوېم يربعام په ذريعه بچ کړل.</verse>
				<verse number="28">نور هر څۀ چې دوېم يربعام کړى وُو، د هغۀ د بهادرۍ جنګونه او چې هغۀ دمشق او حمات څنګه اِسرائيل له واپس ورکړے وو، دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="29">يربعام مړ شو او په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ زکرياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">د اِسرائيل بادشاه يربعام دوېم د بادشاهۍ په اوويشتم کال، د امصياه زوئ عُزياه د يهوداه بادشاه شو</verse>
				<verse number="2">چې عُمر يې شپاړس کاله وو او هغۀ په يروشلم کښې دوه پنځوس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور يکولياه د يروشلم وه.</verse>
				<verse number="3">هغه د خپل پلار امصياه په مِثالونو باندې روان وو، چې هغه کار يې کولو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وو.</verse>
				<verse number="4">خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوى او خلقو هلته قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى يې سوزولې.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ په عُزياه باندې د جذام بيمارى راوستله، چې د هغه وخت نه دا بيمارى ټول عُمر ورسره وه. هغه په يو جدا کور کښې اوسېدو او د هغۀ زوئ يوتام د محل مشر شو او په هغه مُلک يې حکومت کولو.</verse>
				<verse number="6">نور هر څۀ چې عُزياه کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="7">چې عُزياه مړ شو نو د خپل پلار نيکۀ سره د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يوتام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="8">د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په اتۀ دېرشم کال د يربعام دوېم زوئ زکرياه د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې شپږ مياشتې حکومت وکړو.</verse>
				<verse number="9">هغۀ د خپل پلار نيکۀ په شان د مالِک خُدائ په نظر کښې بدى وکړه. هغۀ د نباط زوئ يربعام په بدو مِثالونو باندې عمل وکړو، چا چې اِسرائيل د ګناه طرف ته بوتلى وُو.</verse>
				<verse number="10">د يبيس زوئ سلوم د زکرياه بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه او د خلقو په مخکښې يې ووژلو او د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="11">نور هر څۀ چې زکرياه کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="12">نو هغه لوظ پوره شو چې کوم مالِک خُدائ د ياهُو سره کړے وو چې، ”ستا زامن به تر څلورم نسل پورې د اِسرائيل په تخت کښېنى.“ نو هم داسې وشول.</verse>
				<verse number="13">د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په يو کم څلوېښتم کال د يبيس زوئ سلوم د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه باندې يوه مياشت حکومت وکړو.</verse>
				<verse number="14">د جادى زوئ مناحم د تِرضاه نه سامريه ته لاړو، سلوم يې ووژلو او د هغۀ نه پس په خپله بادشاه شو.</verse>
				<verse number="15">نور هر څۀ چې سلوم کړى وُو، سره د هغۀ د منصوبې د حِساب کِتاب، هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="16">کله چې مناحم د تِرضاه نه راروان وو، نو هغۀ د تِفسَح ښار ټول تباه کړو، د دې اوسېدونکى او ګېرچاپېره علاقه يې هم تباه کړه، ځکه چې دا ښار هغۀ ته نۀ حواله کېدو. هغۀ د اُميدوارو ښځو خېټې هم وشلولې.</verse>
				<verse number="17">د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په يو کم څلوېښتم کال، د جادى زوئ مناحم د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې لس کاله حکومت وکړو.</verse>
				<verse number="18">هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د خپلې بادشاهۍ په دوران کښې د هغې ګناه نه منع نۀ شو په کومې چې د نباط زوئ يربعام بادشاه اِسرائيل آخته کړى وُو.</verse>
				<verse number="19">د اسور بادشاه تغلت فلاسر په اِسرائيل حمله وکړه او مناحم هغۀ له څلور دېرش زره کلو سپين زر د دې دپاره ورکړل چې د مناحم په هغه مُلک کښې د حکومت په مضبوطولو کښې يې ملګرتيا وکړى.</verse>
				<verse number="20">مناحم د اِسرائيل د ټولو مالداره سړو نه په زور پېسې اخستلې. هر يو کس به پنځوس د سپينو زرو سيکې محصُول ورکولو. نو تغلت فلاسر واپس خپل مُلک ته لاړو.</verse>
				<verse number="21">مناحم چې نور هر څۀ هم کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="22">هغه مړ شو او ښخ کړے شو او د هغۀ زوئ فقحياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="23">د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په پنځوسم کال د مناحم زوئ فقحياه د اِسرائيل بادشاه جوړ شو او هغۀ په سامريه کښې دوه کاله حکومت وکړو.</verse>
				<verse number="24">هغۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بدى وکړه او د نباط زوئ يربعام په بدو مِثالونو باندې يې عمل وکړو، چا چې په اِسرائيل ګناه کړې وه.</verse>
				<verse number="25">د فقحياه د فوج يو آفسر د رملياه زوئ فقح د جِلعاد د پنځوسو سړو سره منصوبه جوړه کړه او په سامريه کښې د محل دنننۍ قلعه کښې يې فقحياه ووژلو او د هغۀ نه پس په خپله بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="26">نور هر څۀ چې فقحياه کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="27">د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په دوه پنځوسم کال د رملياه زوئ فقح د اِسرائيل بادشاه شو او شل کاله يې په سامريه کښې حکومت وکړو.</verse>
				<verse number="28">هغۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بدى وکړه او د نباط زوئ يربعام په بدو مِثالونو يې عمل وکړو، چا چې په اِسرائيل کښې ګناه کړې وه.</verse>
				<verse number="29">د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيل‌بيت‌معکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل.</verse>
				<verse number="30">د يهوداه بادشاه د عُزياه زوئ يوتام د بادشاهۍ په شلم کال، د ايله زوئ هوسيع د فقح بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه، هغه يې ووژلو او د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="31">نور هر څۀ چې فقح کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="32">د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح د بادشاهۍ په دوېم کال، د عُزياه زوئ يوتام د يهوداه بادشاه جوړ شو</verse>
				<verse number="33">چې عُمر يې پينځويشت کاله وو، هغۀ په يروشلم کښې شپاړس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور يروسا د صدوق لور وه.</verse>
				<verse number="34">يوتام د خپل پلار عُزياه په مِثالونو عمل وکړو او هغه کار يې کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو.</verse>
				<verse number="35">خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوى او خلقو هلته قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى يې سوزولې. يوتام د مالِک خُدائ د کور شمالى طرف ته دروازه جوړه کړه.</verse>
				<verse number="36">يوتام چې نور څۀ هم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="37">د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې مالِک خُدائ وړومبے د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه فقح ورولېږل چې په يهوداه باندې حمله وکړى.</verse>
				<verse number="38">يوتام مړ شو او د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ احاز د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح د بادشاهۍ په اوولسم کال، د يوتام زوئ احاز د يهوداه بادشاه شو</verse>
				<verse number="2">چې عُمر يې شل کاله وو او هغۀ په يروشلم باندې شپاړس کاله بادشاهى وکړه. هغۀ هغه کار نۀ کولو چې د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک په نظر کښې ښۀ وو، اګر چې د هغۀ پلار نيکۀ داؤد ښۀ کارونه کړى وُو</verse>
				<verse number="3">خو د اِسرائيل بادشاهانو په مِثالونو يې دومره عمل کولو، چې خپل زوئ يې هم په اور کښې قربانى کړو، او د هغه خلقو پليت رِواج يې خپل کړے وو کوم چې مالِک خُدائ د هغه مُلک نه ويستلى وُو کله چې اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل.</verse>
				<verse number="4">په غرونو باندې او د هرې ونې د سورى لاندې، او په علاقائى عبادتخانو احاز قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى يې سوزولې.</verse>
				<verse number="5">د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه فقح په يروشلم باندې حمله وکړه او دا يې محاصره کړو، خو احاز له يې شکست نۀ شو ورکولے.</verse>
				<verse number="6">هم په هغه وخت، د ادوم بادشاه د ايلات ښار بيا ونيولو او د يهوداه اوسېدونکى يې د هغې ځائ نه وشړل. ادوميان په ايلات کښې دېره شول او تر اوسه پورې هلته اوسيږى.</verse>
				<verse number="7">احاز د اسور بادشاه تغلت فلاسر له د دې پېغام سره سړى ولېږل، ”زۀ ستاسو وقف شوے خِدمت کوونکے يم. راشه او ما د شام او اِسرائيل د بادشاهانو د حملې نه بچ کړه.“</verse>
				<verse number="8">احاز د مالِک خُدائ د کور او د محل د خزانې نه سرۀ زر او سپين زر هم واخستل او بادشاه له يې د محصُول په توګه ولېږل.</verse>
				<verse number="9">د احاز د غوښتنې په جواب کښې تغلت فلاسر د دمشق خِلاف د خپل لښکر سره روان شو، دا يې قبضه کړو او رضين بادشاه يې ووژلو او خلق يې قير ته قېديان بوتلل.</verse>
				<verse number="10">کله چې احاز بادشاه د تغلت فلاسر سره د مِلاوېدو دپاره دمشق ته لاړو، نو هلته يې قربان‌ګاه وليده او اورِياه اِمام له يې هم د دې په شان نمونه او ټول تفصيل ورولېږلو.</verse>
				<verse number="11">نو اورِياه هم د دې په شان يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د احاز د واپسۍ نه مخکښې يې دا تياره کړه.</verse>
				<verse number="12">د دمشق نه په واپسۍ باندې، احاز وليدل چې قربان‌ګاه جوړه وه نو قربانى ورباندې پېش کړه.</verse>
				<verse number="13">هغۀ په دې باندې د ځناورو سوزېدونکې قربانۍ او د غلې نذرانې پېش کړې او په دې باندې يې د ميو نذرانه توئ کړه او د وينې د سلامتۍ نذرانه يې ورباندې واچوله.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ ته وقف شوې د زېړو قربان‌ګاه د نوې قربان‌ګاه او د مالِک خُدائ د کور په مينځ کښې وه، نو احاز دا د خپلې نوې قربان‌ګاه شمالى طرف ته يوړه.</verse>
				<verse number="15">بيا هغۀ اورِياه ته حُکم وکړو، ”دا لويه قربان‌ګاه د سحر سوزېدونکې نذرانې او د ماښام د غلې نذرانې دپاره استعمالوه او د بادشاه او د خلقو د سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د خلقو د څښلو نذرانې دپاره يې استعمالوه. په دې باندې د هغه ټولو ځناورو وينه تويوه چې کوم قربانى شوى وى. خو د زېړو قربان‌ګاه زما دپاره وساته چې د فال دپاره يې استعمالوم.“</verse>
				<verse number="16">نو اورِياه هم هغه شان وکړل چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="17">احاز بادشاه د زېړو هغه تختې او هغه ښانکونه لرې کړل، هغۀ د زېړو د دولسو غوَيو د شا نه د زېړو ډيګۍ هم واخستله او دا يې د کاڼى په بنياد کېښودله.</verse>
				<verse number="18">د اسور بادشاه د خوشحالولو دپاره، احاز د مالِک خُدائ د کور نه د سبت د ورځې د شاهى تخت نه پاس دالان هم لرې کړو او د مالِک خُدائ د کور د بادشاه د ننوتلو ذاتى دروازه يې بنده کړه.</verse>
				<verse number="19">نور هر څۀ چې احاز بادشاه کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="20">احاز مړ شو او د داؤد ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ حزقياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">د يهوداه بادشاه احاز د بادشاهۍ په دولسم کال، د ايله زوئ هوسيع د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې نهۀ کاله حکومت وکړو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، خو دا د هغه بادشاهانو هومره نۀ وه چا چې د هغۀ نه مخکښې په اِسرائيل حکومت کړے وو.</verse>
				<verse number="3">د اسور بادشاه سلمنسر د هوسيع خِلاف جنګ وکړو، هوسيع د سلمنسر د اختيار لاندې راغلو او هوسيع به هر کال هغۀ له محصُول ورکولو.</verse>
				<verse number="4">خو يو کال هوسيع د مِصر بادشاه سو له پېغام وړُونکى ولېږل او د هغۀ نه يې مدد وغوښتو او اسور له د هر کال محصُول ورکول بند کړل. کله چې سلمنسر د دې نه خبر شو، نو هغۀ هوسيع ونيولو او په قېدخانه کښې يې واچولو.</verse>
				<verse number="5">بيا سلمنسر په اِسرائيل حمله وکړه او سامريه يې محاصره کړو. د محاصرې په درېم کال،</verse>
				<verse number="6">چې دا د هوسيع د بادشاهۍ نهم کال وو، د اسور بادشاه سامريه قبضه کړه، د اِسرائيل خلق يې اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلح ښار کښې، څۀ د جوزان په ضِلع کښې د خابور سيند سره نزدې او څۀ د ماديو ښارونو ته د اوسېدو دپاره ولېږل.</verse>
				<verse number="7">د سامريه زوال ځکه وشو چې بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خِلاف ګناه کړې وه، چا چې هغوئ د مِصر بادشاه فِرعون نه خلاص کړل او د مِصر نه يې راوويستل. هغوئ د نورو خُدايانو عبادت وکړو،</verse>
				<verse number="8">او د هغه خلقو رِواجونه يې خپل کړل چې مالِک خُدائ په هغه وخت شړلى وُو چې اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل او چې د اِسرائيل بادشاهانو کوم رِواجونه شروع کړى وُو نو هغه يې هم خپل کړل.</verse>
				<verse number="9">اِسرائيليانو په پټه باندې هغه کارونه وکړل کوم چې مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک منع کړى وُو. هغوئ د وړو ښارونو نه واخله تر پَخو ښارونو پورې د ځان دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې.</verse>
				<verse number="10">هغوئ په ټولو غرونو باندې او د هرې ونې د سورى لاندې د کاڼو ستنې او د اشيرې د بُت نښې کېښودې،</verse>
				<verse number="11">او د هغوئ په هره علاقائى عبادتخانې کښې خوشبوئى سوزولې لکه څنګه به چې غېر قومونو کول کوم خلق چې مالِک خُدائ د هغه مُلک نه شړلى وُو. هغوئ د خپلو ټولو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ قهر راوپارولو</verse>
				<verse number="12">او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د بُتانو عبادت مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="13">د يهوداه او اِسرائيل د خبردارى دپاره مالِک خُدائ پېغام وړُونکى او نبيان لېږلى وُو چې هغوئ فرمائيل، ”خپل بد عملونه پرېږدئ او زما حُکمونه ومنئ، چې په هغې کښې هغه شريعت شامل دے چې کوم ما ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے وو او د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه مې ستاسو په حواله کړے دے.“</verse>
				<verse number="14">خو هغوئ به د هغۀ په وېنا باندې عمل نۀ کولو، هغوئ د خپل پلار نيکۀ په شان ضديان وُو، چا چې په مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک باندې يقين نۀ کولو.</verse>
				<verse number="15">هغوئ هغه اصُول ونۀ منل او هغه لوظ يې پوره نۀ کړو کوم يې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو او هغوئ د هغۀ خبردارى ته پام ونۀ کړو. هغوئ د غلطو بُتانو عبادت وکړو او خپل ځانونه يې سپک کړل، هغوئ د ګېرچاپېره قومونو په رِواجونو باندې روان وُو او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د هغوئ د رِواج نقل مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="16">هغوئ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک ټول قانون مات کړو او د ځان دپاره يې د سخو په شکل کښې دوه د سرو زور بُتان جوړ کړل، هغوئ د اشيرې بُت نښه هم جوړه کړه، د ستورو عبادت يې وکړو او د بعل بُت خِدمت يې وکړو.</verse>
				<verse number="17">هغوئ خپل زامن او لوڼه د غېرو قومونو خُدايانو ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه قربانى کړل، هغوئ د فالګرو او قسمت ښودونکو سره مشورې وکړې او هغوئ خپل ځانونه هغه څۀ ته حواله کړل چې څۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې غلط وُو او په دې کولو سره يې د هغۀ قهر راوپارولو.</verse>
				<verse number="18">مالِک خُدائ اِسرائيل ته غصه وو او د خپل حضور نه يې لرې کړل او صِرف د يهوداه بادشاهى يې په ځائ پرېښودله.</verse>
				<verse number="19">خو د يهوداه خلقو هم د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک قانون ونۀ منلو، هغوئ د هغه رِواجونو نقل شروع کړو چې کوم اِسرائيل خپل کړى وُو.</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ ټول اِسرائيل رد کړو، هغوئ له يې سزا ورکړه او ظالمانو دشمنانو ته يې حواله کړل او په آخر کښې يې د خپل حضور نه وشړل.</verse>
				<verse number="21">کله چې مالِک خُدائ اِسرائيل د يهوداه نه جدا کړو، نو اِسرائيل د نباط زوئ يربعام خپل بادشاه جوړ کړو. يربعام په هغوئ باندې مالِک خُدائ پرېښودو او په هغوئ باندې يې کبيره ګناه وکړه.</verse>
				<verse number="22">هغوئ په يربعام پسې روان وُو او چې هغۀ کوم ګناهونه کړى وُو نو هغه ټول يې کول،</verse>
				<verse number="23">چې په آخر کښې مالِک خُدائ هغوئ د خپل حضور نه لرې کړل، لکه څنګه چې هغۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه خبردارے ورکړے وو چې داسې به وکړى. نو د اِسرائيل خلق اسور ته جلاوطن کړے شول، چرته چې تر اوسه پورې اوسيږى.</verse>
				<verse number="24">د اسور بادشاه د بابل، کُوت، عِواه، حمات او سفروائم ښارونو نه خلق بوتلل او د سامريه په ښارونو کښې يې د اِسرائيل د خلقو په ځائ دېره کړل. هغوئ دا ښارونه قبضه کړل او هلته اوسېدل.</verse>
				<verse number="25">کله چې هغوئ هلته اوسېدل نو په شروع کښې هغوئ د مالِک خُدائ عبادت نۀ کولو، نو هغۀ ازمرى ورولېږل. او زمريانو د هغوئ نه څۀ کسان ووژل.</verse>
				<verse number="26">د اسور بادشاه ته وئيلى شوى وُو چې کوم خلق هغۀ د سامريه په ښارونو کښې آباد کړى دى هغوئ د هغه مُلک د معبود په قانون باندې نۀ پوهيږى، نو ځکه هغه معبود ازمرى رالېږلى وُو چې هغوئ يې ووژل.</verse>
				<verse number="27">نو هغه بادشاه حُکم وکړو چې، ”د هغه اِمامانو نه يو راولېږه چې کوم مونږ قېديان راوستى دى، هغه دې لاړ شى او هلته دې اوسيږى، چې خلقو ته د هغه مُلک د خُدائ قانون وښائى.“</verse>
				<verse number="28">نو يو اِسرائيلے اِمام لاړو چې کوم د سامريه نه راويستلے شوے وو او په بيت‌ايل کښې د اوسېدو دپاره لاړل، هلته يې خلقو ته دا ښودنه کوله چې د مالِک خُدائ عبادت به څنګه کوى.</verse>
				<verse number="29">خو چې کوم خلق په سامريه کښې اوسېدل نو هر يو قوم خپل قومى بُتان جوړ کړل او دا يې په هغه علاقائى زيارتونو کښې کېښودل چې اِسرائيليانو جوړ کړى وُو. او هرې قبيلې په خپل خپل ښار کښې بُتان جوړ کړل.</verse>
				<verse number="30">د بابل خلقو د سُکات بنات بُتان جوړ کړل، د کُوت خلقو، د نيرګل بُتان، د حمات خلقو، د اسيما بُتان،</verse>
				<verse number="31">د عِواه خلقو، د نِبحاز او ترتاق بُتان، او د سفروائم خلقو خپل بچى د ادرمُلِک او عنمُلک خُدايانو ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه قربانى کول.</verse>
				<verse number="32">دې خلقو د مالِک خُدائ عبادت هم کولو خو د هر قِسم خلقو نه يې اِمامان خوښ کړل چې په علاقائى عبادتخانو کښې د هغوئ دپاره نذرانې پېش کوى.</verse>
				<verse number="33">نو هغوئ د مالِک خُدائ عبادت کولو، خو چې هغوئ د کومو مُلکونو نه راغلى وُو د هغې د رِواجونو په مطابق يې د خپلو خُدايانو عبادت هم کولو.</verse>
				<verse number="34">هغوئ تر نن ورځې پورې هغه رِواجونه کوى. هغوئ نۀ د مالِک خُدائ عبادت کوى او نۀ د هغه قانون او حُکمونه منى چې کوم يې د يعقوب اولاد له ورکړى وُو، يعقوب له اِسرائيل نوم ورکړے شوے وو.</verse>
				<verse number="35">مالِک خُدائ د هغوئ سره يو لوظ کړے وو او هغوئ له يې حُکم ورکړ‌ے وو چې، ”د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ، هغوئ ته سجده مۀ کوئ، د هغوئ خِدمت مۀ کوئ او هغوئ ته قربانى مۀ پېش کوئ.</verse>
				<verse number="36">تاسو دې زما يعنې مالِک خُدائ تابعدارى کوئ، چا چې د لوئ طاقت او قوت سره د مِصر نه راوويستلئ، تاسو به ما ته سجده کوئ او ما ته به قربانى پېش کوئ.</verse>
				<verse number="37">تاسو به همېشه هغه قانون او حُکمونه منئ چې کوم ما درته ليکلى دى. تاسو دې د نورو خُدايانو عبادت ونۀ کړئ،</verse>
				<verse number="38">او تاسو هغه لوظ مۀ هېروئ چې کوم ما درسره کړے دے. او چې تاسو د نورو معبودانو عبادت ونۀ کړئ،</verse>
				<verse number="39">خو تاسو زما، يعنې د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت کوئ او زۀ به تاسو د خپلو دشمنانو نه بچ کړم.“</verse>
				<verse number="40">خو هغه خلقو به غوږ نۀ نيولو او په خپلو زړو رِواجونو باندې يې عمل کولو.</verse>
				<verse number="41">نو هغه خلقو د مالِک خُدائ عبادت کولو، د خپلو بُتانو عبادت يې هم کولو، نو د هغوئ اولاد تر نن ورځې پورې هم دغه کار نۀ پرېږدى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">نو د اِسرائيل بادشاه د ايله زوئ هوسيع د بادشاهۍ په درېم کال د احاز زوئ حزقياه د يهوداه بادشاه جوړ شو</verse>
				<verse number="2">چې عُمر يې پينځويشت کاله وو او په يروشلم باندې يې نهۀ‌ويشت کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ابياه د زکرياه لور وه.</verse>
				<verse number="3">د خپل پلار نيکۀ داؤد په مِثالونو يې عمل وکړو، هغۀ هغه کار کولو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وو.</verse>
				<verse number="4">هغۀ علاقائى عبادتخانې تباه کړى، د کاڼى ستنې يې ماتې کړې او د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې. هغۀ د زېړو مار هم ټوټې ټوټې کړو چې موسىٰ جوړ کړے وو، چې نوم يې نحشتان وو. ځکه چې تر اوسه پورې اِسرائيلو دې ته خوشبوئى سوزوله.</verse>
				<verse number="5">حزقياه په مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک باندې ايمان لرلو، په يهوداه کښې د هغۀ په شان بل بادشاه نۀ مخکښې او نۀ وروستو تېر شوے دے.</verse>
				<verse number="6">هغه د مالِک خُدائ وفادار وو او هيڅکله يې د هغۀ نافرمانى نۀ وه کړې او هغه ټول حُکمونه يې پوره منل چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړى وُو.</verse>
				<verse number="7">نو مالِک خُدائ د هغۀ مل وو او هغه په هر کار کښې کامياب وو. هغۀ د اسور د بادشاه خِلاف بغاوت وکړو او د هغۀ خِدمت يې نۀ کولو.</verse>
				<verse number="8">هغۀ فلستيانو له شکست ورکړو او د وړوکى کلى نه واخله تر لوئ ښار پورې يې قبضه کړل چې په دې کښې غزه او ګېرچاپېره علاقه شامله وه.</verse>
				<verse number="9">د حزقياه د بادشاهۍ په څلورم کال، چې په اِسرائيل باندې د هوسيع د بادشاهۍ اوؤم کال وو، د اسور بادشاه سلمنسر په اِسرائيل حمله وکړه او سامريه يې محاصره کړو.</verse>
				<verse number="10">د محاصرې په درېم کال، د سامريه زوال وشو، دا د حزقياه د بادشاهۍ شپږم کال وو او د هوسيع د بادشاهۍ نهم کال وو.</verse>
				<verse number="11">د اسور بادشاه د اِسرائيل خلق اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلع ښار کښې، څۀ د خابور سيند سره نزدې د جوزان په ضِلع کښې او څۀ د ماديو په ښارونو کښې يې آباد کړل.</verse>
				<verse number="12">د سامريه زوال ځکه وشو چې د اِسرائيل خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک تابعدارى نۀ کوله او هغۀ سره يې کړے لوظ مات کړو او د هغه ټول قانون نافرمانى يې وکړه چې خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له يې ورکړے وو. هغوئ به نۀ ورته غوږ نيولو او نۀ به يې پرې عمل کولو.</verse>
				<verse number="13">د حزقياه بادشاه د بادشاهۍ په څوارلسم کال، د اسور بادشاه سينحرب، د يهوداه په پَخو دېوالونو په ښارونو باندې حمله وکړه او فتح يې کړل.</verse>
				<verse number="14">حزقياه سينحرب بادشاه له يو پېغام ولېږلو، چې هغه په لکيس کښې وو، ”زما نه غلطى شوې ده، مِهربانى وکړه چې خپله حمله بنده کړه او چې تۀ څومره پېسې غواړې نو زۀ به يې درکړم.“ نو بادشاه ترې نه وغوښتل چې حزقياه هغۀ له لس زره کلو سپين زر او زر کلو سرۀ زر ورولېږى.</verse>
				<verse number="15">نو حزقياه هغۀ ته د مالِک خُدائ د کور او د محل د خزانې ټول سپين زر ورولېږل،</verse>
				<verse number="16">هغۀ د مالِک خُدائ کور د دروازو نه او هغه سرۀ زر هم راوشوکول چې هغۀ ورباندې په خپله چوکاټونه پټ کړى وُو او سينحرب له يې ورولېږل.</verse>
				<verse number="17">د اسور بادشاه د لکيس نه يو لوئ لښکر ولېږلو چې په يروشلم کښې په حزقياه باندې حمله وکړى، چې د دې مشرى د هغۀ درې غټو آفسرانو کوله. کله چې هغوئ يروشلم ته ورسېدل، نو هغوئ د ولې سره سړک قبضه کړو چې په دې کښې د بره ډنډ نه اوبۀ راتلې، دا د هغه سړک سره نزدې وو چې کوم د دهوبى پټى ته تلو.</verse>
				<verse number="18">کله چې هغوئ حزقياه بادشاه راوغوښتلو، نو د هغۀ درې آفسران د هغوئ سره مِلاوېدو دپاره ور ووتل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چې د حِساب کِتاب مشر وو.</verse>
				<verse number="19">يو اسورى آفسر هغوئ ته ووئيل چې، ”بادشاه په دې باندې پوهېدل غواړى چې حزقياه په څۀ باندې ايمان لرى چې دومره اعتبارى دے؟</verse>
				<verse number="20">ستا په خيال تشې خبرې د فوجى تکړه‌توب او طاقت ځائ نيولے شى؟ ستا يقين په چا دے چې زما خِلاف بغاوت کوې؟</verse>
				<verse number="21">تۀ د مِصر نه دا طمع کوې چې هغه به ستا مدد وکړى، خو دا به د لوخې د پاڼې د امسا په شان وى، چې لاس به دې غوڅ او زخمى کړى. نو د مِصر بادشاه فِرعون باندې چې کله څوک بهروسه وکړى نو هغه داسې وى.</verse>
				<verse number="22">يا به تۀ ما ته دا ووائې چې تۀ په مالِک خُدائ په خپل خُدائ پاک باندې بهروسه کوې. خو دا هغه خُدائ پاک نۀ دے چې حزقياه د هغۀ علاقائى عبادتخانې او قربان‌ګاه ختمې کړې، او هغۀ د يهوداه او د يروشلم خلقو ته وفرمائيل چې صِرف په يروشلم کښې د قربان‌ګاه سره عبادت کوئ.</verse>
				<verse number="23">نو خبره واورئ، زما د نېک د اسور بادشاه سره معاهده وکړئ، زۀ به تاسو له دوه زره آسونه درکړم کۀ تاسو دومره سړى پېدا کړل چې په دې باندې سوارۀ شى.</verse>
				<verse number="24">تۀ د اسور د يو معمولى آفسر برابر هم نۀ يئ او تۀ بيا هم په طمع يې چې مِصريان به جنګى ګاډۍ او آسونه راولېږى.</verse>
				<verse number="25">ستا په خيال ما د مالِک خُدائ د مدد نه بغېر ستا په مُلک حمله کړې ده او تباه کړے مې دے؟ ما ته مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې په دې باندې حمله وکړم او تباه يې کړم.“</verse>
				<verse number="26">نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ هغه آفسر ته ووئيل، ”تۀ د خپلو نوکرانو سره په آرامى ژبه کښې خبرې وکړه، مونږ په دې پوهيږو. مونږ سره په عبرانۍ کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې په دېوال باندې خلق به يې واورى.“</verse>
				<verse number="27">هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خيال دا دے څۀ چې يواځې تۀ او بادشاه هغه خلق يئ چې زما نېک تاسو ته د دې هر څۀ وئيلو دپاره رالېږلے يم؟ نه، زۀ هم هغه خلقو ته وايم کوم چې په دېوال ناست دى، ستاسو په شان هغوئ به هم خپل غُل وخورى او خپلې متيازې به وڅښى.“</verse>
				<verse number="28">بيا هغه آفسر ودرېدو او په عبرانۍ کښې يې آواز وکړو، ”د لوئ بادشاه، د اسور د بادشاه خبره واورئ.</verse>
				<verse number="29">بادشاه داسې وائى چې حزقياه مو دوکه نۀ کړى. حزقياه تاسو زما د لاس نه نۀ شى بچ کولے.</verse>
				<verse number="30">او هغه دې ته مۀ پرېږدئ چې تاسو ته ووائى چې په مالِک خُدائ يقين وکړئ. دا خيال مۀ کوئ چې مالِک خُدائ به تاسو بچ کړى او چې هغه به زمونږ اسورى لښکر ستاسو د ښار قبضه کولو نه ايسار کړى.</verse>
				<verse number="31">حزقياه ته غوږ مۀ نيسئ. د اسور بادشاه تاسو له حُکم درکوى چې د ښار نه راوځئ او ما سره روغه وکړئ. تاسو ته به اجازت وى چې د خپلو د انګورو باغونو نه انګور خورئ او د اينځر د ونو نه اينځر خورئ او د خپلو کُوهيانو نه اوبۀ څښئ،</verse>
				<verse number="32">تر دې پورې چې بادشاه تاسو بيا په يو داسې مُلک کښې آباد کړى لکه چې ستاسو خپل وى، چې هلته د انګورو باغونه وى چې تاسو له مے درکوى او چې هلته د روټۍ تيارولو دپاره غله وى، هغه د زيتُونو د ونو، د زيتُونو تېلو او د شاتو مُلک دے. کۀ تاسو هغه څۀ کوئ چې څۀ حُکم يې درکوى، نو تاسو به نۀ مرئ او ژوندى به يئ. حزقياه مو چې دوکه نۀ کړى چې درته ووائى چې مالِک خُدائ به مو بچ کړى.</verse>
				<verse number="33">د نورو قومونو خُدايانو خپل خلق د اسور د بادشاه نه کله بچ کړى دى؟</verse>
				<verse number="34">د حمات او ارفاد خُدايان اوس چرته دى؟ د سفروائم، هينع او عِواه خُدايان چرته دى؟ سامريه بل چا بچ کړے شو څۀ؟</verse>
				<verse number="35">د دې ټولو مُلکونو خُدايانو کله هم خپل مُلک زمونږ د بادشاه نه بچ کړے دے څۀ؟ نو مالِک خُدائ به يروشلم زما نه څنګه بچ کړى؟“</verse>
				<verse number="36">خو خلق خاموش وُو او يوه خبره يې هم نۀ کوله ځکه چې حزقياه حُکم ورکړے وو چې، ”هغۀ له جواب مۀ ورکوئ.“</verse>
				<verse number="37">نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او هغوئ لاړل او چې د اسور آفسر څۀ وئيلى وُو هغه يې بادشاه ته ووئيل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">څنګه چې حزقياه بادشاه د هغوئ بيان واورېدو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې، د ټاټ جامې يې واغوستلې او د مالِک خُدائ کور ته ننوتو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ د محل مشر آفسر اِلياقيم، د دربار منشى شبناه، او مشران اِمامان، د آموص زوئ يشعياه پېغمبر له ولېږل، دې ټولو د ټاټ جامې اغوستې وې.</verse>
				<verse number="3">هغوئ ته يې ووئيل چې يشعياه له دا پېغام ورسوئ، ”نن د خفګان، ملامتيا او د شرم ورځ ده. مونږ د هغه ښځې په شان يُو چې ماشوم يې پېدا کيږى، خو د پېدا کېدو طاقت نۀ لرى.</verse>
				<verse number="4">د اسور بادشاه خپل مشر آفسر د ژوندى خُدائ د بې‌عزتۍ کولو دپاره رالېږلے دے. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دې د دې بې‌عزتۍ نه خبر شى او چې چا دا بې‌عزتى کړې وى نو هغوئ له دې سزا ورکړى. زمونږ د ژوندو پاتې خلقو دپاره خُدائ پاک ته سوال وکړئ.“</verse>
				<verse number="5">کله چې يشعياه ته د حزقياه بادشاه پېغام مِلاو شو،</verse>
				<verse number="6">نو يشعياه هغوئ ته وفرمائيل، ”خپل نېک ته ووايئ چې مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کومې خبرې تا اورېدلې دى د هغې په وجه مۀ يرېږه، چې د اسور بادشاه نوکرانو په هغې کښې زما ګستاخى کړې ده.</verse>
				<verse number="7">غوږ ونيسه، مالِک خُدائ به په بادشاه باندې يوه افواه واوروى نو هغه به واپس خپل مُلک ته لاړ شى او مالِک خُدائ به يې هلته په چا ووژنى.“</verse>
				<verse number="8">د اسور آفسر خبر شو چې بادشاه د لکيس نه تلے دے او د نزدې ښار لِبناه خِلاف جنګ کوى، نو هغه ورَغلو چې مشوره ورسره وکړى.</verse>
				<verse number="9">اسوريانو له دا خبر ورورسېدو چې د ايتهوپيا بادشاه ترهاقه د مشرۍ لاندې مِصرے لښکر په هغوئ باندې د حملې دپاره راروان دے. کله چې بادشاه د دې نه خبر شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه حزقياه له دا پېغام ولېږلو</verse>
				<verse number="10">چې هغۀ ته داسې ووائى، ”په کوم خُدائ چې تاسو يقين کوئ هغۀ تاسو ته فرمائيلى دى چې تاسو به زما په قبضه کښې نۀ راځئ، خو چې په هغۀ باندې دوکه نۀ شئ.</verse>
				<verse number="11">ګورئ چې د اسور بادشاه د کوم مُلک تباه کولو فېصله وکړى نو په هغې باندې څۀ کوى، ستاسو خيال دے چې خلاص به شئ؟</verse>
				<verse number="12">زما پلار نيکۀ د جوزان، حاران او رصف ښارونه تباه کړل، د بيت‌عدن خلق يې ووژل چې کوم په تلسار کښې اوسېدل او د هغوئ يو خُدائ هم هغوئ بچ نۀ کړل.</verse>
				<verse number="13">د حمات، ارفاد، سفروائم، هينع او د عِواه ښارونو بادشاهان چرته دى؟“</verse>
				<verse number="14">حزقياه بادشاه د پېغام وړونکو نه خط واخستلو او وې لوستلو. بيا هغه د مالِک خُدائ کور ته لاړو او خط يې هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو،</verse>
				<verse number="15">او دُعا يې وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، د اِسرائيل خُدايه پاکه، تۀ د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست يې، يواځې تۀ خُدائ پاک يې، چې د دُنيا په ټولو بادشاهانو باندې حکومت کوې. تا زمکه او آسمان پېدا کړى دى.</verse>
				<verse number="16">نو مالِکه خُدايه، چې په مونږ څۀ کيږى هغې ته وګوره. هغه ټولې خبرې واوره چې سينحرب يې تا يعنې ژوندى خُدائ پاک ته د بې‌عزتۍ دپاره کوى.</verse>
				<verse number="17">مالِکه خُدايه، دا رښتيا دى چې د اسور بادشاهانو ډېر قومونه تباه کړى دى او د هغوئ زمکې يې شاړې کړې دى.</verse>
				<verse number="18">او د هغوئ خُدايان يې اور ته اچولى دى او سوزولى يې دى، اسوريانو دا ځکه تباه کړے شول، چې په حقيقت کښې دا خُدايان نۀ وُو او تش د لرګو او کاڼو نه انسانانو جوړ کړى وُو.</verse>
				<verse number="19">نو زمونږ مالِکه خُدايه پاکه، مونږ د اسوريانو نه بچ کړه او اے مالِکه خُدايه، د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صرف تۀ رښتونے خُدائ پاک يې.“</verse>
				<verse number="20">بيا د آموص زوئ يشعياه حزقياه له دا پېغام ولېږلو، ”مالِک خُدائ د اِسرائيل خُدائ پاک فرمائى چې، ما د اسوريانو بادشاه سينحرب په حقله ستا دُعا اورېدلې ده.</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ په دې حقله فرمائيلى دى چې، پېغله لور صيون تا پورې خاندى او تا ته سپک ګورى.</verse>
				<verse number="22">دا تۀ په چا پورې خندا کوې او د چا بې‌عزتى کوې؟ تۀ زما يعنې د اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک بې‌عزتى کوې.</verse>
				<verse number="23">تا ما له ستا پېغام وړُونکى راولېږل چې ما ته دا لافې ووهى چې تا د خپلو ټولو جنګى ګاډو سره د لبنان اوچت غرونه فتح کړى دى، هلته دې د دِيار لوړې ونې او د نختر ښې ونې راوغورزولې او چې تۀ د ځنګلو هغه ګڼو برخو ته ورسېدلې.</verse>
				<verse number="24">تا لافې وهلې چې تا کوهى وکنستل او په پردو مُلکونو کښې دې اوبۀ وڅښلې او ستا فوجيانو د پښو سره د نيل درياب اوچ کړو.</verse>
				<verse number="25">تۀ خبر نۀ يې چې ما د دې هر څۀ ډېر د مخکښې نه منصوبه جوړه کړې وه؟ او اوس مې داسې وکړل او تا له مې دا طاقت درکړو چې د پَخو دېوالونو ښارونه د خاورو په ډېرو بدل کړې.</verse>
				<verse number="26">د هغه ځائ خلق کمزورى وُو، هغوئ يرېدلى او شرمېدلى وُو. هغوئ په پټى کښې د بوټو په شان وُو يا لکه چې په چت باندې واښۀ شوى وى چې د نمرخاتۀ ګرمې هوا وهلى وى.</verse>
				<verse number="27">خو ما ته پته ده چې تۀ څۀ کوې او چرته ځې او چې تۀ ما ته څومره غصه يې.</verse>
				<verse number="28">ما ته ستا د غضب او غرور خبر رارسېدلے دے، نو زۀ به ستا په پوزه کښې کُنډه او ستا په خولۀ کښې واګې اچوم او چې په کومه لار راغلے يې نو په هغې به دې واپس ولېږم.“</verse>
				<verse number="29">نو يشعياه حزقياه بادشاه ته وفرمائيل، ”څۀ چې کېدونکى دى نو د هغې په حقله به درته ووايم. په دې کال او په بل کال به تۀ قدرتى شوے خوراک خورې، خو په ورپسې کال به غله وکرې او وبه يې رېبې او د انګورو باغونه به وکرې او انګور به وخورې.</verse>
				<verse number="30">په يهوداه کښې چې کوم کسان ژوندى پاتې دى، نو هغوئ به د هغه بوټو په شان آباد شى چې جرړې يې په زمکه کښې ژورې ځى او مېوه کوى.</verse>
				<verse number="31">په يروشلم کښې او د صيون په غرۀ باندې به خلق ژوندى پاتې شى، ځکه چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به داسې وکړى.</verse>
				<verse number="32">مالِک خُدائ د اسور بادشاه په حقله فرمائيلى دى، هغه به دې ښار ته نۀ ننوځى او نۀ به د دې خِلاف يو غشے وولى. يو فوجى به هم د ډال سره دې ښار ته نزدې رانۀ شى او د دې محاصرې دپاره به د خاورو ډېرے جوړ نۀ کړے شى.</verse>
				<verse number="33">هغه چې په کومه لار راغلے وى نو په هغې به واپس لاړ شى او ښار ته به دننه لاړ نۀ شى. ما، يعنې مالِک خُدائ داسې فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="34">د خپل عزت او د خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره به زۀ د دې ښار ساتنه او حِفاظت کوم.“</verse>
				<verse number="35">په هغه شپه د اسوريانو خېمو ته د مالِک خُدائ يوه فرښته ننوتله او يو لاک پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. په ورپسې سحر وختى هغوئ ټول هلته مړۀ پراتۀ وُو.</verse>
				<verse number="36">بيا د اسور بادشاه سينحرب راواپس شو او نينوه ته لاړو.</verse>
				<verse number="37">يوه ورځ چې هغۀ د خپل معبود نِسروک په عبادتخانه کښې عبادت کولو، نو د هغۀ دوو زامنو ادرمُلِک او شراضر هغه د خپلو تُورو سره ووژلو او بيا هغوئ د اراراط مُلک ته وتښتېدل. د هغۀ يو بل زوئ اسرحدون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">په هغه ورځو کښې حزقياه بادشاه بيمار شو او مرګ ته نزدې وو. د آموص زوئ، يشعياه پېغمبر ورَغلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې خپلې معاملې سمبال کړه. ځکه چې تۀ به مړ کېږې، تۀ به روغ نۀ شې.“</verse>
				<verse number="2">حزقياه مخ دېوال ته واړولو او دُعا يې وکړه،</verse>
				<verse number="3">”مالِکه خُدايه، هغه راياد کړه، چې ما په ايماندارۍ او د زړۀ د اخلاصه ستا خِدمت کړے دے او ستا د رضا دپاره مې هر کار کړے دے.“ او هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل.</verse>
				<verse number="4">يشعياه د بادشاه نه روان شو، خو هغه لا د محل د مرکزى دربار نه تېر شوے نۀ وو چې د مالِک خُدائ کلام پرې نازل شو،</verse>
				<verse number="5">”د مالِک خُدائ د خلقو بادشاه حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلې دى. زۀ به تا روغ کړم او په درې ورځو کښې به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شې.</verse>
				<verse number="6">زۀ به ستا په عُمر کښې پينځلس کاله نور زيات کړم. زۀ به تا او د يروشلم دا ښار د اسور بادشاه نه بچ کړم. زۀ به د خپل عزت او د خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره د دې ښار حِفاظت کوم.“</verse>
				<verse number="7">بيا يشعياه د بادشاه کسانو ته وفرمائيل چې د هغۀ په دانه باندې د اينځر نه جوړ شوے مرهم ولګوئ، نو هغه به روغ شى.</verse>
				<verse number="8">حزقياه بادشاه تپوس وکړو، ”د دې ثبوت نښه به څۀ وى چې مالِک خُدائ به ما روغ کړى او په درېمه ورځ به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“</verse>
				<verse number="9">يشعياه ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به د دې نښه درته وښائى چې هغه به خپله وعده پوره کړى. نو ستا څنګه خوښه ده چې دا سورے لس قدمه مخکښې لاړ شى يا لس قدمه وروستو لاړ شى؟“</verse>
				<verse number="10">حزقياه ورته وفرمائيل، ”دا آسان دى چې په پوړۍ باندې سورے لس قدمه مخکښې لاړ شى. دا لس قدمه وروستو بوځه.“</verse>
				<verse number="11">يشعياه مالِک خُدائ ته سوال وکړو او مالِک خُدائ د احاز په پوړۍ باندې سورے لس قدمه وروستو بوتلو.</verse>
				<verse number="12">تقريباً هم په هغه وخت د بابل بادشاه د بلدان زوئ، مرودک‌بلدان خبر شو چې حزقياه بادشاه بيمار دے، نو هغۀ ورله يو خط او يوه تُحفه ولېږله.</verse>
				<verse number="13">حزقياه پېغام وړونکو ته په خېر راغلے ووئيل او هغوئ ته يې خپل سرۀ زر، سپين زر، خپلې مصالحې او قيمتى تېل او خپل ټول فوجى سامان وښودلو. د هغۀ د ګودام په کوټو کښې يا د هغۀ د بادشاهۍ په بل ځائ کښې هم داسې څۀ نۀ وُو چې هغۀ ورته ښودلى نۀ وُو.</verse>
				<verse number="14">بيا يشعياه پېغمبر حزقياه بادشاه له لاړو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”دا سړى د کوم ځائ نه راغلى دى او هغوئ تا ته څۀ وفرمائيل؟“ حزقياه ورته ووئيل، ”هغوئ د يو لرې مُلک بابل نه راغلى دى.“</verse>
				<verse number="15">يشعياه ترې نه تپوس وکړو، ”په محل کښې يې څۀ وليدل؟“ حزقياه بادشاه جواب ورکړو، ”هغوئ هر څۀ وليدل. زما په خزانه کښې داسې څۀ نشته چې ما ورته ښودلى نۀ وى.“</verse>
				<verse number="16">بيا يشعياه بادشاه ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تعالىٰ داسې فرمائى چې</verse>
				<verse number="17">يو داسې وخت راروان دے چې ستا په محل کښې هر يو څيز، چې ستا پلار نيکۀ تر ننه پورې جمع کړى دى، نو هغه به بابل ته يوړلے شى. هيڅ به هم پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="18">ستا څۀ اولاد به بوتلے شى او د هغوئ نه به خصيان جوړ کړے شى چې د بابل بادشاه په محل کښې خِدمت کوى.“</verse>
				<verse number="19">نو حزقياه بادشاه د دې په مطلب پوهه شو چې د هغۀ په ژوند کښې به امن او تحفُظ وى، نو هغۀ ورته ووئيل، ”تا چې ما له د مالِک خُدائ نه کوم پېغام راوړے دے هغه ښۀ دے.“</verse>
				<verse number="20">نور هر څۀ چې حزقياه بادشاه کړى وُو، د هغۀ د بهادرۍ کارنامې او هغه حِساب کِتاب چې هغۀ ډنډ جوړ کړے وو او چې يو سورنګ يې کنستلے وو چې ښار له اوبۀ راولى، دا هر څۀ د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="21">حزقياه مړ شو او د هغۀ زوئ منسى د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">منسى د دولسو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ په يروشلم پينځۀ پنځوس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور حفصيباه وه.</verse>
				<verse number="2">منسى د هغه قومونو پليت رِواجونه کول چې مالِک خُدائ د اِسرائيلو نه وړاندې شړلى وُو، او په دې کولو يې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.</verse>
				<verse number="3">هغۀ د غېرو قومونو د عبادت ځايونه بيا جوړ کړل کوم چې د هغۀ پلار حزقياه تباه کړى وُو، هغۀ د بعل د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړې کړې او د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب په شان د اشيرې بُت نښه يې جوړه کړه. منسى د ستورو عبادت هم کولو.</verse>
				<verse number="4">هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د غېرو قومونو قربان‌ګاه جوړې کړې، په هغه ځائ کښې چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، ”زما نوم به په يروشلم کښې همېشه باقى پاتې وى.“</verse>
				<verse number="5">د مالِک خُدائ د کور په دوو دربارونو کښې هغۀ د ستورو د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړې کړې.</verse>
				<verse number="6">هغۀ خپل زوئ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. هغۀ د کوډو او جادو نه کار واخستو او قسمت ښودونکو او فالګرو سره يې مشورې کولې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.</verse>
				<verse number="7">هغۀ د اشيرې بُت نښه د مالِک خُدائ په کور کښې کېښوده، چې د دې په حقله مالِک خُدائ داؤد او د هغۀ زوئ سليمان ته فرمائيلى وُو، ”په يروشلم کښې، په دې کور کښې هغه ځائ دے چې ما د بنى اِسرائيلو د ټولو دولسو قبيلو نه خوښ کړے دے چې چرته به زما د نوم درناوے کيږى.</verse>
				<verse number="8">او کۀ اِسرائيليان زما ټول حُکمونه منى او هغه ټول قانون ومنى چې زما خِدمت کوونکى موسىٰ هغوئ له ورکړے دے، نو هغوئ به د هغه مُلک نه نۀ شى شړلے چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو.“</verse>
				<verse number="9">خو د يهوداه خلقو د مالِک خُدائ تابعدارى نۀ کوله او منسى هغوئ د هغې نه هم لويو ګناهونو کولو طرف ته بوتلل چې کوم هغه قومونو کړى وُو چې مالِک خُدائ هغوئ د هغه مُلک نه شړلى وُو چې په کوم وخت کښې د هغۀ خلق مخ په وړاندې تلل.</verse>
				<verse number="10">د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو،</verse>
				<verse number="11">”منسى بادشاه حرام کارونه کړى دى، د هغه کارونو نه هم ډېر بد چې کوم کنعانيانو کړى وُو، او هغۀ د خپلو بُتانو سره د يهوداه خلق د ګناه طرف ته بوتلى وُو.</verse>
				<verse number="12">نو زۀ مالِک خُدائ د اِسرائيل خُدائ پاک په يروشلم او په يهوداه يو داسې افت راولم چې هر څوک د دې نه خبر شى نو په هغوئ به وېښتۀ زيګ‌زيګ ودريږى.</verse>
				<verse number="13">زۀ به يروشلم له داسې سزا ورکړم لکه چې سامريه، د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب او د هغۀ اولاد له مې ورکړې وه. زۀ به يروشلم د دې د خلقو نه داسې خالى کړم، لکه چې څوک لوښے صفا کړى او په بل مخ يې واړوى.</verse>
				<verse number="14">چې کوم خلق ژوندى پاتې وى نو زۀ به يې پرېږدم او خپلو دشمنانو ته به يې حواله کړم، چې فتح يې کړى او د هغوئ مُلک لوټ کړى.</verse>
				<verse number="15">زۀ د خپلو خلقو سره داسې ځکه کوم چې هغوئ زما خِلاف ګناه کړې ده. او د هغه وخت نه چې د هغوئ پلار نيکۀ د مِصر نه راوتلى دى تر نن ورځې پورې يې زما غصه راپارولې ده.“</verse>
				<verse number="16">منسى دومره ډېر بې‌ګناه خلق قتل کړل چې د يروشلم د يو سر نه تر بل سر پورې وينې بهېدلې، د دې نه علاوه هغۀ د يهوداه خلق د بُت پرستۍ طرف ته بوتلل او هغوئ يې دې ته جوړ کړل چې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى.</verse>
				<verse number="17">نور هر څۀ چې منسى کړى وُو، سره د هغه ګناهونو چې هغۀ کړى وُو، نو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="18">منسى مړ شو او د محل په باغ يعنې د عُزا په باغ کښې ښخ شو، د هغۀ زوئ امون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="19">امون د دوويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او دوه کاله يې په يروشلم بادشاهى وکړه. د هغۀ مور مسلمت وه چې د يُطبه د ښار د حروص لور وه.</verse>
				<verse number="20">د خپل پلار منسى په شان، هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه،</verse>
				<verse number="21">هغه د خپل پلار په نقش قدم باندې روان وو او چې د هغۀ پلار د کومو بُتانو خِدمت کړے وو نو هغۀ هم ورته سجدې لګولې.</verse>
				<verse number="22">هغۀ مالِک خُدائ، د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک رد کړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه.</verse>
				<verse number="23">د امون آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په محل کښې يې ووژلو.</verse>
				<verse number="24">د يهوداه خلقو د امون قاتِلان ووژل او د هغۀ زوئ يوسياه يې د هغۀ په ځائ بادشاه جوړ کړو.</verse>
				<verse number="25">امون چې نور هر څۀ کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="26">امون د عُزا د باغ په اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يوسياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">يوسياه د اتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې يو دېرش کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور جديده وه، چې د بُصقت ښار د عداياه لور وه.</verse>
				<verse number="2">يوسياه هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو، هغۀ د خپل پلار نيکۀ داؤد په مِثالونو عمل کولو او د دې نه يو خوا بل خوا نۀ اوړېدو.</verse>
				<verse number="3">د خپلې بادشاهۍ په اتلسم کال، يوسياه بادشاه د دربار منشى سافن چې د اصلياه زوئ او مسلام نمسے وو، د دې حُکم سره د مالِک خُدائ کور ته ولېږلو،</verse>
				<verse number="4">”مشر اِمام خِلقياه له لاړ شه او د هغه پېسو پته ولګوه چې د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو په دروازه کښې خادمانو د خلقو نه راغونډې کړې دى.</verse>
				<verse number="5">او هغۀ ته ووايه چې پېسې هغه سړو له ورکړى کوم چې د مالِک خُدائ د کور د مرمت مشران دى. هغوئ به ترکاڼانو، ټېکدارانو او ګِلکارانو له مزدورى ورکوى او چې په مرمت کښې څۀ لرګى او کاڼى استعماليږى نو هغه دې اخلى.</verse>
				<verse number="6"></verse>
				<verse number="7">خو چې هغوئ له کومې پېسې ورکړے شوې وى نو د هغې حِساب کِتاب ورسره مۀ کوئ، ځکه چې هغوئ د ايماندارۍ سره لېن دېن کوى.“</verse>
				<verse number="8">سافن منشى خِلقياه ته د بادشاه حُکم ورسولو او خِلقياه هغۀ ته ووئيل چې هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د تورات کِتاب موندلے دے. خِلقياه کِتاب ورکړو او سافن ولوستلو.</verse>
				<verse number="9">بيا هغه واپس بادشاه له لاړو او د دې نه يې خبر کړو، ”د مالِک خُدائ په کور کښې چې کومې پېسې جمع شوې وې هغه ستا خِدمت کوونکو اخستې دى او هغه سړو له يې ورکړې دى چې د مرمت مشران دى.“</verse>
				<verse number="10">او هغۀ ووئيل، ”ما سره دلته يو کِتاب دے چې خِلقياه راکړے دے.“ او بادشاه ته يې دا ولوستلو.</verse>
				<verse number="11">کله چې بادشاه د شريعت د کِتاب خبرې واورېدې، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې،</verse>
				<verse number="12">او خِلقياه اِمام، د سافن زوئ اخيقام، د ميکاياه زوئ عکبور، د دربار منشى سافن او د بادشاه نوکر عساياه له يې دا حُکم ورکړو،</verse>
				<verse number="13">”لاړ شئ او د مالِک خُدائ سره، زما او د يهوداه د ټولو خلقو دپاره د دې کِتاب د تعليماتو خبره وکړئ. مالِک خُدائ مونږ ته سخت غصه دے ځکه چې دا کِتاب کومې خبرې کوى نو زمونږ پلار نيکۀ په دې باندې عمل نۀ دے کړے.“</verse>
				<verse number="14">نو خِلقياه، اخيقام، عکبور، سافن او عساياه لاړل چې د خُلده نومې ښځې سره مشوره وکړى، هغه يوه پېغمبره وه چې د يروشلم په نوې محله کښې اوسېدله. (د هغې خاوند سلوم، د تِقوه زوئ او د خرخس نمسے، د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو.) نو هغوئ ورته خبره وکړه،</verse>
				<verse number="15">او هغې هغوئ ته ووئيل چې واپس بادشاه له لاړ شئ</verse>
				<verse number="16">او د مالِک خُدائ دا پېغام هغۀ له ورکړئ، ”زۀ به يروشلم او د دې ټولو خلقو له سزا ورکړم لکه څنګه چې په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى چې بادشاه ولوستلو.</verse>
				<verse number="17">هغوئ زۀ رد کړے يم او نورو خُدايانو ته يې نذرانې پېش کړې دى او چې هغوئ څۀ کړى دى د هغې په وجه يې زما غصه راپارولې ده. زما غصه د يروشلم خِلاف راپاڅېدلې ده او دا به نۀ سړيږى.</verse>
				<verse number="18">او په خپله بادشاه ته، زۀ مالِک خُدائ د اِسرائيل خُدائ پاک داسې وايم، چې په کِتاب کښې څۀ ليکلى دى تا هغې ته غوږ ونيولو،</verse>
				<verse number="19">او کله چې تا واورېدل چې ما يروشلم او د دې خلقو له د سزا ورکولو خبره کړې ده، نو توبه دې وويستله او عاجزى دې ښکاره کړه، جامې دې وشلولې او ودې ژړل. دا ښار به شاړ او ويجاړ کړم چې خلق به ورباندې لعنت وائى. خو ما ستا سوال اورېدلے دے،</verse>
				<verse number="20">خو چې زۀ کومه سزا يروشلم له ورکوم هغه به ستا په ژوند کښې نۀ راځى. تۀ به په خېر سره مړ شې.“ نو هغه سړى د دې پېغام سره يوسياه بادشاه له راواپس شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">بيا يوسياه بادشاه د يهوداه او يروشلم ټول مشران راوغوښتل،</verse>
				<verse number="2">او هغوئ په يو ځائ د مالِک خُدائ کور ته لاړل، چې اِمامان، پېغمبران او باقى نور ټول خلق د واړو نه واخله تر غټو پورې ورسره وُو. د هغوئ ټولو په وړاندې، بادشاه د لوظ هغه ټول کِتاب ولوستلو کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې موندلے شوے وو.</verse>
				<verse number="3">هغه د شاهى ستنې سره ودرېدو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه به د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منى او چې د هغه لوظ په مطالبو به عمل کوى، څنګه چې په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. او ټولو خلقو دا لوظ ومنلو.</verse>
				<verse number="4">بيا يوسياه مشر اِمام خِلقياه له، د هغۀ لاندې اِمامانو او د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو د دروازې خادمانو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ د کور هغه ټول څيزونه وباسى چې د بعل، د اشيرې بُت او د ستورو په عبادت کښې استعمال شوى وى. بادشاه دا ټول څيزونه د قِدرون د وادۍ په پټو کښې د ښار نه بهر وسوزول او د دې ايرې يې بيت‌ايل ته يوړې.</verse>
				<verse number="5">هغۀ بُت پرسته اِمامان لرې کړل چې د يهوداه بادشاهانو مقرر کړى وُو چې کومو د يهوداه په ښارونو کښې په علاقائى عبادتخانو او يروشلم ته نزدې ځايونو کښې قربانۍ پېش کولې، هغه ټول اِمامان يې لرې کړل چا چې بعل، نمر، سپوږمۍ، سيارو او ستورو ته قربانۍ پېش کولې.</verse>
				<verse number="6">هغۀ د مالِک خُدائ کور نه د اشيرې بُت نښه لرې کړله، د ښار نه بهر د قِدرون وادۍ ته يې يوړه، وې سوزوله او خاورې يې کړه او د دې ايره يې د عامو خلقو په قبرونو باندې وشيندله.</verse>
				<verse number="7">هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د اوسېدو هغه کوټې ورانې کړې چې د هغه کور نرانو کنجرانو نيولې وې، چرته چې ښځو د اشيرې بُت دپاره چُوغې جوړولې.</verse>
				<verse number="8">د يهوداه په ښارونو کښې چې کوم اِمامان وُو هغه يې يروشلم ته راوستل او په ټول مُلک کښې يې علاقائى عبادتخانه ناپاکه کړه چرته چې هغوئ قربانۍ پېش کړې وې. هغۀ د ښار د حکمران يشوَع د دروازې په خولۀ کښې علاقائى عبادتخانې تباه کړې. دا دروازه ښار ته د ننوتو د دروازې په ګس طرف باندې وه.</verse>
				<verse number="9">هغه علاقائى اِمامانو ته دا اجازت نۀ وو چې په يروشلم کښې يې د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه خِدمت کړے وے، خو چې د هغوئ ملګرو اِمامانو ته کومه پتيره روټۍ مِلاو شوې وه نو هغه يې خوړلے شوه.</verse>
				<verse number="10">او هغۀ د هنوم په وادۍ کښې د غېرو قومونو د عبادت ځائ توفت هم ناپاک کړو، نو چې هيڅ څوک خپل زوئ يا لور مولک بُت ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه نۀ شى قربانى کولے.</verse>
				<verse number="11">د آسونو هغه مجسمې يې هم لرې کړې چې د يهوداه بادشاه نمر ته وقف کړې وې او چې په دې کښې کومې جنګى ګاډۍ استعمالېدلې هغه يې وسوزولې. (دا د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې اېښودے شوې وې، چې د دروازې او د مشر آفسر ناتن مُلک د اوسېدو د کوټې سره نزدې وې.)</verse>
				<verse number="12">هغه ټولې قربان‌ګاه چې د يهوداه بادشاهانو د محل په چت باندې د احاز بادشاه د کوټې نه بره جوړې کړې وې نو يوسياه بادشاه هغه راوغورزولې، سره د هغه قربان‌ګاه چې منسى بادشاه د مالِک خُدائ کور په دوو دربارونو کښې اېښې وې، هغۀ قربان‌ګاه ذرې ذرې کړلې او د دې ټُکړې يې د قِدرون په وادۍ کښې واچولې.</verse>
				<verse number="13">يوسياه هغه علاقائى عبادتخانې ناپاکې کړې چې سليمان بادشاه د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته او د زيتُونو غرۀ جنوبى طرف ته د بې‌کاره بُتانو عبادت دپاره جوړې کړې وې، يعنې د صيدان عستاراتې بُت، د موآب بُت کموس او د عمون بُت مولک.</verse>
				<verse number="14">يوسياه بادشاه د کاڼو ستنې ټوټې کړې، د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې او چې دا چرته ولاړې وې نو هغه ځائ يې د بنيادمو په هډُوکو باندې پټ کړو.</verse>
				<verse number="15">يوسياه په بيت‌ايل کښې د عبادت هغه ځائ هم راوغورزولو چې د نباط زوئ يربعام بادشاه جوړ کړے وو، چا چې اِسرائيل د ګناه طرف ته بوتلى وُو. يوسياه قربان‌ګاه راوغورزوله، د دې کاڼى يې ټوټې ټوټې او خاورې کړل، هغۀ د اشيرې مجسمه هم وسوزوله.</verse>
				<verse number="16">يوسياه مخ واړولو او هلته يې د غرۀ دپاسه څۀ قبرونه وليدل، هډُوکى يې ترې نه رابهر کړل او په قربان‌ګاه باندې يې وسوزول. نو هغه قربان‌ګاه يې ناپاکه کړه، چې د دې هغه پېغمبر ډېر پخوا پېشګوئې کړې وه چې د اختر په وخت کښې يربعام بادشاه د قربان‌ګاه سره ولاړ وو. يوسياه بادشاه وکتل او د هغه پېغمبر قبر يې وليدو چې کوم دا پېشګوئې کړې وه.</verse>
				<verse number="17">هغۀ تپوس وکړو، ”دا د چا قبر دے؟“ د بيت‌ايل خلقو ورته ووئيل، ”دا د هغه پېغمبر قبر دے کوم چې د يهوداه نه راغلے وو او د دې پېشګوئې يې کړې وه چې تا د قربان‌ګاه سره وکړل.“</verse>
				<verse number="18">يوسياه حُکم وکړو، ”دا هم داسې پرېږدئ، د هغۀ هډُوکى دې څوک نۀ لرې کوى.“ نو د هغۀ هډُوکى يې لرې نۀ کړل او نۀ د هغه پېغمبر هډُوکى لرې کړے شول چې د سامريه نه راغلے وو.</verse>
				<verse number="19">په سامريه کښې يوسياه بادشاه په هر يو ښار کښې علاقائى زيارتونه راوغورزول چې کوم د اِسرائيل بادشاهانو جوړ کړى وُو او د مالِک خُدائ غصه يې راپارولې وه. هغۀ په هغه ټولو قربان‌ګاه باندې هم هغه شان وکړل چې څنګه يې په بيت‌ايل کښې کړى وُو.</verse>
				<verse number="20">هغۀ د ټولو علاقائى عبادتخانو اِمامان په قربان‌ګاه باندې ووژل چرته چې هغوئ خِدمت کولو او هغۀ په هره قربان‌ګاه باندې د بنيادمو هډُوکى وسوزول او بيا هغه يروشلم ته راواپس شو.</verse>
				<verse number="21">نو يوسياه بادشاه خلقو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک په درناوى کښې د فسحې اختر وکړئ، لکه څنګه چې د لوظ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="22">د قاضيانو د حکومت د وخت نه پس، د دې په شان د فسحې اختر د اِسرائيل يا د يهوداه يو بادشاه هم نۀ وو کړے.</verse>
				<verse number="23">او د يوسياه د بادشاهۍ په اتلسم کال په يروشلم کښې د فسحې اختر وکړے شو.</verse>
				<verse number="24">په هغه کِتاب کښې د ليکلى شوى قانون عملى کولو دپاره چې خِلقياه اِمام د مالِک خُدائ په کور کښې موندلے وو، يوسياه بادشاه د يروشلم او د نور ټول يهوداه نه ټول جادوګر او قسمت ښودونکى او کورنى ټول بُتان او د غېرو قومونو د عبادت نور ټول حرام څيزونه لرې کړل.</verse>
				<verse number="25">د هغۀ نه مخکښې هيڅکله هم د هغۀ په شان بادشاه نۀ وو تېر شوے، چا چې د زړۀ د اخلاصه، د ټول عقل او طاقت سره د مالِک خُدائ خِدمت کړے وى او د موسىٰ ټول قانون يې منلے وى، او نۀ وروستو د هغۀ په شان بادشاه پېدا شوے وو.</verse>
				<verse number="26">خو منسى بادشاه چې څۀ کړى وُو نو د هغې په وجه د مالِک خُدائ سخته غصه راوچته شوې وه او لا سړه شوې نۀ وه.</verse>
				<verse number="27">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ما چې د اِسرائيل سره څۀ کړى دى نو هغه به په يهوداه هم وکړم، د يهوداه خلق به زۀ د خپل نظر نه لرې کړم او زۀ به يروشلم رد کړم، کوم ښار او کور چې ما خوښ کړے وو او چې ما فرمائيلى وُو چې هلته به زما عبادت کيږى.“</verse>
				<verse number="28">يوسياه بادشاه چې نور څۀ هم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="29">چې کله يوسياه بادشاه وو، نو د مِصر بادشاه نِکوه فِرعون د فرات سيند له يو لښکر بوتلو چې د اسور بادشاه مدد وکړى. يوسياه بادشاه په مِجدو کښې د مِصرى لښکر سره مخامخ شو او په جنګ کښې ووژلے شو.</verse>
				<verse number="30">د هغۀ آفسرانو د هغۀ لاش په يوه جنګى ګاډۍ کښې کېښودو او يروشلم ته يې يوړو او هلته په شاهى اديره کښې ښخ کړے شو. د يهوداه خلقو د يوسياه زوئ يهوآخز خوښ کړو او هغه يې بادشاه مقرر کړو.</verse>
				<verse number="31">يهوآخز د درويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې درې مياشتې حکومت وکړو. د هغۀ مور حموطل وه، چې د لِبناه د ښار د يرمياه لور وه.</verse>
				<verse number="32">هغه د خپل پلار نيکۀ په نقش قدم باندې روان وو او هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.</verse>
				<verse number="33">د هغۀ بادشاهى په هغه وخت ختمه شوه چې د مِصر بادشاه نِکوه فِرعون د حمات مُلک رِبله ته هغه قېدى بوتلو، نو په يهوداه باندې يې درې زره څلور سوه کلو سپين زر او څلور دېرش کلو سرۀ زر محصُول حواله کړو.</verse>
				<verse number="34">نِکوه فِرعون د يوسياه زوئ اِلياقيم د يوسياه نه پس د يهوداه بادشاه جوړ کړو او د هغۀ نوم يې يهويقيم ته بدل کړو. نِکوه فِرعون يهوآخز مِصر ته بوتلو او هلته مړ شو.</verse>
				<verse number="35">يهويقيم بادشاه د خلقو د دولت په مطابق د هغوئ نه محصُول راغونډولو، چې هغه غوښتونکې پېسې پوره کړى چې د مِصر بادشاه فِرعون له په محصُول کښې ورکولے شوې.</verse>
				<verse number="36">يهويقيم د پينځويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ په يروشلم باندې يوولس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور زبوده وه چې د روماه ښار د فداياه لور وه.</verse>
				<verse number="37">هغه د خپل پلار نيکۀ په نقش قدم باندې روان وو، يهويقيم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">کله چې يهويقيم بادشاه وو، نو د بابل بادشاه نبوکدنضر په يهوداه حمله وکړه او درې کاله يې په يهويقيم باندې زور راوړلو چې د هغۀ حکومت ته تسليم شى، بيا يهويقيم بغاوت وکړو.</verse>
				<verse number="2">نو مالِک خُدائ د يهويقيم خِلاف د يهوداه د تباه کولو دپاره، د بابل، اسور، موآب او عمون لښکرې ولېږلې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه فرمائيلى وُو چې هغه به داسې کوى.</verse>
				<verse number="3">د مالِک خُدائ په حُکم باندې داسې ځکه وشول چې د يهوداه خلق د خپل حضور نه لرې کړى، دا د هغه ټولو ګناهونه په وجه چې منسى بادشاه کړى وُو.</verse>
				<verse number="4">د هغه بې‌ګناه خلقو د وينې په وجه چې هغۀ توئ کړې وه، نو مالِک خُدائ ځکه منسى نۀ شو معاف کولے.</verse>
				<verse number="5">نور هر څۀ چې يهويقيم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="6">يهويقيم مړ شو او د هغۀ زوئ يهوياکين د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="7">د مِصر بادشاه او د هغۀ لښکر بيا هيڅکله هم د مِصر نه لا نۀ ړل، ځکه چې اوس د بابل بادشاه د مِصر ټوله علاقه قبضه کړې وه، دا د فرات سيند نه واخله د مِصر شمالى سرحد پورې وه.</verse>
				<verse number="8">يهوياکين د اتلسو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې درې مياشتې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور نحشتا وه چې د يروشلم د الناتن لور وه.</verse>
				<verse number="9">يهوياکين د مالِک خُدائ په نظر کښې بد عمل کولو هم هغه شان لکه څنګه عمل چې د هغۀ پلار کړے وو.</verse>
				<verse number="10">د هغۀ په دور کښې د بابل فوج د يروشلم خِلاف روان شو چې مشرى يې د نبوکدنضر بادشاه آفسرانو کوله او يروشلم يې محاصره کړو.</verse>
				<verse number="11">د محاصرې په دوران کښې نبوکدنضر په خپله يروشلم ته راغلو،</verse>
				<verse number="12">او يهوياکين بادشاه، سره د خپلې مور، زامنو، آفسرانو او سره د محل د آفسرانو بابليانو ته تسليم شو. د نبوکدنضر د بادشاهۍ په اتم کال هغۀ يهوياکين قېدى کړو</verse>
				<verse number="13">او د محل او د مالِک خُدائ د کور ټولې خزانې يې بابل ته يوړې. لکه څنګه چې مالِک خُدائ پېشګوئې کړې وه، نبوکدنضر د سرو زرو هغه ټول سامان مات کړو کوم چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره جوړ کړے وو.</verse>
				<verse number="14">نبوکدنضر د يروشلم خلق، ټول شهزادګان او ټول مشران سړى قېديان بوتلل چې دا ټول په شمېر کښې لس زره وُو. هغۀ سره د لوهارانو، ټول ماهِر کاريګران وويستل او په يهوداه کښې يې صِرف مسکينان خلق پرېښودل.</verse>
				<verse number="15">نبوکدنضر، يهوياکين د يهوياکين مور، د هغۀ ښځې، د هغۀ آفسران او د يهوداه د مشران بابل ته قېديان بوتلل.</verse>
				<verse number="16">د بابل بادشاه نبوکدنضر ټول فوجيان هم وويستل چې په شمېر کښې اووۀ زره وُو، چې په جنګ کښې ښۀ تکړه وُو او ورسره يو زر ماهِر کاريګران او لوهاران هم وُو.</verse>
				<verse number="17">نبوکدنضر د يهوياکين ترۀ متنياه د هغۀ په ځائ د يهوداه بادشاه جوړ کړو او د متنياه نوم يې صدقياه ته بدل کړو.</verse>
				<verse number="18">صدقياه د يويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ په يروشلم باندې يوولس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور حموطل وه، چې د لِبناه د ښار د يرمياه لور وه.</verse>
				<verse number="19">صدقياه بادشاه د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه بلکل هم هغسې لکه چې يهويقيم بادشاه کړې وه.</verse>
				<verse number="20">نو مالِک خُدائ د يروشلم او د يهوداه خلقو ته دومره غصه شو چې په آخر کښې يې هغوئ د خپل حضور نه لرې کړل. صدقياه د بابل بادشاه خِلاف بغاوت وکړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">نو د صدقياه د بادشاهۍ په نهم کال، د لسمې مياشتې په لسمه ورځ، د بابل بادشاه نبوکدنضر د خپل ټول لښکر سره د يروشلم خِلاف روان شو. هغۀ د ښار نه بهر خېمې ولګولې او د ښار نه ګېرچاپېره يې د محاصرې دېوالونه تاو کړل.</verse>
				<verse number="2">او د صدقياه د بادشاهۍ تر يوولسم کال پورې يې دا محاصره کړے وو.</verse>
				<verse number="3">هم د هغه کال د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ، کله چې قحط دومره سخت وو چې د خلقو سره د خوراک هيڅ هم پاتې نۀ وُو،</verse>
				<verse number="4">نو په يو ځائ کښې د ښار دېوال وغورزولے شو او ټول فوجيان وتښتېدل. اګر چې ښار بابليانو محاصره کړے وو خو هغوئ د شپې د دوو دېوالونو په مينځ کښې په دروازه باندې ووتل، چې دا د شاهى باغ نه شاته وه او هغوئ د اُردن وادۍ طرف ته روان شول.</verse>
				<verse number="5">خو د بابليانو لښکر په صدقياه بادشاه پسې وو، يريحو ته نزدې په مېدانونو کښې يې ونيولو او خپل ټول فوجيان ترې نه لاړل او هغه يې يواځې پرېښودو.</verse>
				<verse number="6">صدقياه نبوکدنضر بادشاه له بوتلے شو، چې هغه د رِبله په ښار کښې وو او هلته نبوکدنضر په هغۀ باندې سزا وخېژوله.</verse>
				<verse number="7">نو د صدقياه په مخکښې د هغۀ دوه زامن ووژلے شول، نبوکدنضر د صدقياه نه سترګې وويستلې، هغه يې د زېړو په هتکړو کښې وتړلو او بابل ته يې بوتلو.</verse>
				<verse number="8">د بابل بادشاه نبوکدنضر د بادشاهۍ د نولسم کال د پينځمې مياشتې په اوومه ورځ، د بادشاه مشير او د هغۀ د لښکر مشر نبوزردان يروشلم ته وردننه شو.</verse>
				<verse number="9">هغۀ د مالِک خُدائ کور، شاهى محل او د يروشلم ټول کورونه وسوزول، هغۀ د ښار هر يو لوئ عمارت وسوزولو.</verse>
				<verse number="10">او د هغۀ فوجيانو د ښار دېوالونه راوغورزول.</verse>
				<verse number="11">د شاهى محافظانو مشر نبوزردان، هغه خلق وويستل کوم چې په ښار کښې پاتې وُو، په دې کښې ماهِر کاريګران او هغه خلق شامل وُو چا چې د بابل بادشاه خِلاف بغاوت کړے وو.</verse>
				<verse number="12">خو هغۀ په يهوداه کښې سخت مسکينان خلق پرېښودل، چې د انګور په باغونو او پټو کښې کَرل رېبل کوى.</verse>
				<verse number="13">بابليانو د زېړو ستنې او هغه ګاډۍ ټوټې ټوټې کړې چې کومې د مالِک خُدائ په کور کښې وې، د زېړو هغه لويه ډيګۍ يې سره د ټولو زېړو بابل ته يوړله.</verse>
				<verse number="14">هغوئ بېلچې او د قربان‌ګاه د پاکولو د ايرو لوښى هم يوړل، د ډيوو د خيال ساتلو سامان، د قربانۍ د وينې جامونه، د خوشبويۍ سوزولو لوښى او د زېړو نور ټول سامان چې د مالِک خُدائ د کور په کار کښې استعمالېدو.</verse>
				<verse number="15">هغوئ هغه هر څۀ يوړل چې د سرو زرو يا سپينو زرو نه جوړ وُو، د هغه وړو جامونو او لوښو سره چې د بلو سکارو وړلو دپاره استعمالېدل.</verse>
				<verse number="16">سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره چې کوم سامان يې د زېړو نه جوړ کړے وو، يعنې، دوه ستنې، ګاډۍ او لويه ډيګۍ، خو د دې ټولو دومره وزن وو چې تللے نۀ شو.</verse>
				<verse number="17">دواړه ستنې يو شان وې، هره يوه تقريباً نهۀ ګزه اوچته وه چې د بره د زېړو سر يې تقريباً دوه ګزه اوچت وو. د هر يو سر نه ګېرچاپېره يې د زېړو جال وو چې د زېړو نه جوړو شوو انارو باندې ښائسته کړے شوے وو.</verse>
				<verse number="18">د دې نه علاوه، فوجى آفسر، مشر اِمام شراياه، ورپسې اِمام صفنياه او د مالِک خُدائ د کور نور درې اهم خادمان قېديان بوتلل.</verse>
				<verse number="19">د ښار نه يې هغه آفسر بوتلو چې د فوجيانو مشر وو، پينځۀ د بادشاه ذاتى مشيران چې لا په ښار کښې وُو، د فوجى مشر مدد کوونکے، چې هغه د فوجى حِساب کِتاب مشر وو او شپېتۀ نور اهم سړى يې بوتلل.</verse>
				<verse number="20">نبوزردان هغوئ د بابل بادشاه له بوتلل، چې هغه د رِبله په ښار کښې وو</verse>
				<verse number="21">چې دا د حمات په علاقه کښې دے. هلته بادشاه هغوئ ووهل او مړۀ يې کړل. نو داسې د يهوداه خلق پردى مُلک ته بوتلے شول.</verse>
				<verse number="22">د بابل نبوکدنضر د سافن نمسے او د اخيقام زوئ جدلياه، د يهوداه حکمران جوړ کړو. او هغه يې په هغه ټولو باندې مشر مقرر کړو کوم چې بابل ته نۀ وُو بوتلے شوى.</verse>
				<verse number="23">کله چې د يهوداه آفسران او فوجيان د دې نه خبر شول کوم چې تسليم شوى نۀ وُو، نو هغوئ په مصفاه کښې د جدلياه سره مِلاو شول. هغه آفسران دا وُو، د نتنياه زوئ اِسمٰعيل، د قريح زوئ يوحانان، د تنحومت زوئ شراياه چې د نطوفاتى د ښار وو او د معکه يازنياه.</verse>
				<verse number="24">جدلياه هغوئ ته ووئيل، ”زۀ تاسو ته دا خبره کوم چې د بابل د آفسرانو نه مۀ يرېږئ. په دې مُلک کښې اوسېږئ، د بابل د بادشاه خِدمت کوئ، نو ستاسو هر کار به سم وى.“</verse>
				<verse number="25">خو د هغه کال په اوومه مياشت، د شاهى خاندان اليسمع نمسے او د نتنياه زوئ اِسمٰعيل د لسو کسانو سره مصفاه ته لاړو، په جدلياه يې حمله وکړه او وې وژلو. د هغۀ سره چې کوم يهوديان او بابليان وُو هغه يې هم ووژل.</verse>
				<verse number="26">بيا ټول اِسرائيليان، مالداره او غريبانان، سره د فوج د آفسرانو روان شول او مِصر ته لاړل، ځکه چې هغوئ د بابليانو نه يرېدل.</verse>
				<verse number="27">په کوم کال چې اويل‌مرودک د بابل بادشاه شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه په يهوياکين باندې رحم وکړو او هغه يې د قېدخانې نه آزاد کړو. دا د يهوياکين د قېدى بوتلے کېدو په اووۀ دېرشم کال د دولسمې مياشتې په اوويشتمه ورځ باندې وشول.</verse>
				<verse number="28">اويل‌مرودک د هغۀ سره ښۀ سلوک وکړو او د هغه نورو بادشاهانو نه يې هم د لوئ عزت ځائ ورکړو کوم چې د هغۀ سره په بابل کښې جلاوطن وُو.</verse>
				<verse number="29">نو يهوياکين د قېدخانې جامې بدلې کړې او باقى ټول عُمر يې د بادشاه په دسترخوان روټۍ خوړله.</verse>
				<verse number="30">چې ترڅو هغه ژوندے وو، نو هره ورځ هغۀ ته باقاعده خرچه مِلاوېده.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="13">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">آدم د شيث پلار وو، شيث د انوش پلار وو، انوش د قېنان پلار وو،</verse>
				<verse number="2">قېنان د محلل‌اېل پلار وو، محلل‌اېل د يارد پلار وو.</verse>
				<verse number="3">يارد د حنوک پلار وو او حنوک د مِتهوشله پلار وو، مِتهوشله د لمک پلار وو،</verse>
				<verse number="4">او لمک د نوح پلار وو. د نوح درې زامن وُو، شيم، حام او يافت.</verse>
				<verse number="5">دا د يافت اولاد دے: جُمر، ماجوج، مادى، ياوان، توبل، مسک او تيراس.</verse>
				<verse number="6">د جُمر اولاد: اشکناز، ريفت او تُجرمه.</verse>
				<verse number="7">د ياوان اولاد: اِليسه، ترسيس، قبرص او رهودس.</verse>
				<verse number="8">دا د حام اولاد دے: کوش، مِصر، ليبيا او کنعان.</verse>
				<verse number="9">د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق وُو. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق وُو.</verse>
				<verse number="10">کوش د نمرود پلار وو، نمرود د دُنيا وړومبے طاقتور جنګيالے وو.</verse>
				<verse number="11">د مِصر اولاد د لودى، عنامى، لهابى، نفتوحى،</verse>
				<verse number="12">فتروسى، کسلوحى او د کريت خلق وُو، چې د هغوئ اولاد فلستيان دى.</verse>
				<verse number="13">د کنعان مشرے زوئ صيدا وو. کنعان د دې قومونو هم پلار وو: حت،</verse>
				<verse number="14">يبوسى، امورى، جرجاسى،</verse>
				<verse number="15">حِوى، عرقى، سينى،</verse>
				<verse number="16">اروادى، صمارى او حماتى.</verse>
				<verse number="17">دا د شيم اولاد دے: عيلام، اسور، ارفکسد، لود او آرام. د آرام اولاد عُوض، حُول، جتر او مسک وُو.</verse>
				<verse number="18">ارفکسد د سِلح پلار وو او سِلح د عِبر پلار وو.</verse>
				<verse number="19">د عِبر دوه زامن وُو، د يو نوم فلج چې مطلب يې تقسيم وو، ځکه چې د هغۀ په وخت کښې د دُنيا خلق تقسيم شول. او د بل نوم يُقطان وو.</verse>
				<verse number="20">د يُقطان اولاد د الموداد، سلف، حصارماوت، اِراخ،</verse>
				<verse number="21">هدورام، اُوزال، دِقله،</verse>
				<verse number="22">عوبال، ابى‌مائيل، شيبا،</verse>
				<verse number="23">اوفير، حويله او يوباب. دا ټول د يُقطان اولاد وو.</verse>
				<verse number="24">د شيم نه تر ابرام پورې نسب‌نامه داسې ده: شيم، ارفکسد، سِلح،</verse>
				<verse number="25">عِبر، فلج، رعو،</verse>
				<verse number="26">سروګ، نحور، تارح،</verse>
				<verse number="27">او ابرام چې د اِبراهيم په نوم مشهور وو.</verse>
				<verse number="28">د اِبراهيم دوه زامن وُو، اِسحاق او اِسمٰعيل.</verse>
				<verse number="29">د اِسمٰعيل زامن د دولسو قبيلو مشران شول: نبايوت چې مشر وو، قيدار، ادبئيل، مِبسام،</verse>
				<verse number="30">مِشماع، دومه، مسا، حدد، تيما،</verse>
				<verse number="31">يطور، نفيس او قِدمه.</verse>
				<verse number="32">د اِبراهيم يوه وينځه وه چې نوم يې قطوره وو، چې د هغې نه يې شپږ زامن پېدا شول: زمران، يُقسان، مِدان، ميديان، اسباق او سوخ. د يُقسان دوه زامن وُو: شيبا او ددان.</verse>
				<verse number="33">د ميديان پينځۀ زامن وُو: عيفه، عِفر، حنوک، ابيداع او اِلدعا. دا ټول د قطوره اولاد وو.</verse>
				<verse number="34">د اِبراهيم د زوئ اِسحاق زامن عِيسو او يعقوب وُو.</verse>
				<verse number="35">د عِيسو زامن اليفز، رعواېل، يعوس، يعلام او قورح وُو.</verse>
				<verse number="36">د اليفز اولاد دا وو: تيمان، اومر، صفو، جعتام، قنز او عماليق. د عماليق مور تمنع وه.</verse>
				<verse number="37">د رعواېل اولاد نحت، زارح، سمه او مِزه وو.</verse>
				<verse number="38">د ادوم اولنى اوسېدونکى د سعير د دې زامنو اولاد وو: لوطان د حورى او هومام قبيلو پلار نيکۀ وو. د لوطان يوه خور وه چې نوم يې تمنع وو. سوبل د علوان، مانحت، عيبال، سفو او اونام ډلو پلار نيکۀ وو. د صبعون دوه زامن آيه او عنه وُو. عنه د ديسون پلار وو او ديسون د حمران، اشبان، يتران او کِران ډلو پلار نيکۀ وو. ايصر د بِلهان، زعوان او يعقان ډلو پلار نيکۀ وو. ديسان د عُوض او اران ډلو پلار نيکۀ وو.</verse>
				<verse number="39"></verse>
				<verse number="40"></verse>
				<verse number="41"></verse>
				<verse number="42"></verse>
				<verse number="43">دې بادشاهانو په يو بل پسې د ادوم په مُلک حکومت وکړو، په هغه وخت کښې چې د هغې نه مخکښې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې بادشاهان نۀ وُو: د دِنهابا د ښار نه بالع چې د بعور زوئ وو، د بُصره نه د زارح زوئ يوباب، د تيمان د علاقې حشيم، د عويت د بدد زوئ حدد، چې هغۀ د موآب په مُلک کښې ميديانيانو له په يو جنګ کښې شکست ورکړو. د مسرقه د ښار نه شمله، د سيند د غاړې ښار رحوبوت نه ساؤل، د عکبور زوئ بعل حنان، د پاوُ د ښار نه حدد، د هغۀ ښځه مهيطب‌اېل وه چې د ميضاهاب نمسۍ او د مطرِد لور وه.</verse>
				<verse number="44"></verse>
				<verse number="45"></verse>
				<verse number="46"></verse>
				<verse number="47"></verse>
				<verse number="48"></verse>
				<verse number="49"></verse>
				<verse number="50"></verse>
				<verse number="51">د ادوم خلق په دې ډلو کښې تقسيم وُو: تمنع، علوه، يتيت،</verse>
				<verse number="52">اُهليبامه، ايله، فينون،</verse>
				<verse number="53">قنز، تيمان، مِبصار،</verse>
				<verse number="54">مجدِ‌اېل او عِرام.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">د يعقوب دولس زامن وُو: روبين، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار، زبولون،</verse>
				<verse number="2">دان، يوسف، بنيامين، نفتالى، جاد او آشر.</verse>
				<verse number="3">د يهوداه ټول پينځۀ زامن وُو. د هغۀ د کنعانۍ ښځې بت‌سوع نه درې زامن وُو: عير، اونان او سيله. د هغۀ مشر زوئ عير دومره خراب وو چې مالِک خُدائ هغه ووژلو.</verse>
				<verse number="4">د يهوداه د خپلې اِنږور تامار نه دوه زامن فارص او زارح وُو. نو د يهوداه ټول پينځۀ زامن وُو.</verse>
				<verse number="5">د فارص دوه زامن حصرون او حمول وُو.</verse>
				<verse number="6">د هغۀ د ورور زارح پينځۀ زامن وُو: زِمرى، ايتان، هيمان، کل‌کُول او دردع.</verse>
				<verse number="7">د زارح د اولاد نه يو کس د کرمى زوئ عکن په بنى اِسرائيلو باندې ځکه افت راوستلو چې کوم مالِ غنيمت خُدائ پاک ته وقف شوے وو نو په هغې کښې يې خيانت وکړو.</verse>
				<verse number="8">د ايتان يو زوئ عزرياه وو.</verse>
				<verse number="9">د حصرون درې زامن يرحمئيل، رام او کلوبى وُو.</verse>
				<verse number="10">د رام نه تر يَسى پورې نسب‌نامه داسې ده: رام، عمى‌نداب، نحشون چې دا د يهوداه د قبيلې يو مشر سړے وو،</verse>
				<verse number="11">سلمون، بوعز،</verse>
				<verse number="12">عوبيد او يَسى.</verse>
				<verse number="13">د يَسى اووۀ زامن وُو، د عُمر په ترتيب باندې هغوئ داسې وُو: اِلياب، ابينداب، سِمعه،</verse>
				<verse number="14">نتنى‌ايل، ردى،</verse>
				<verse number="15">عوضم او داؤد.</verse>
				<verse number="16">د هغۀ دوه لوڼه ضروياه او ابى‌جيل هم وې. د يَسى د لور ضروياه درې زامن وُو: ابيشى، يوآب او عساهيل.</verse>
				<verse number="17">د هغۀ بلې لور ابى‌جيل د يتر سره وادۀ وکړو، چې د اِسمٰعيل د اولاد نه وو او د هغوئ يو زوئ پېدا شو چې نوم يې عماسا وو.</verse>
				<verse number="18">د حصرون زوئ کالب عزوبه وادۀ کړه او يوه لور يې ترې نه وشوله چې نوم يې يريعوت وو. د هغې درې زامن وُو: يشر، سوباب او اردون.</verse>
				<verse number="19">چې کله عزوبه مړه شوه نو کالب اِفراته وادۀ کړه او د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې حُور وو.</verse>
				<verse number="20">د حُور زوئ اورى وو او د هغۀ نمسے بضلى‌اېل وو.</verse>
				<verse number="21">کله چې حصرون د شپېتو کالو وو، نو هغۀ د مکير د لور سره وادۀ وکړو، چې د جِلعاد خور وه. د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې سجوب وو،</verse>
				<verse number="22">او د سجوب يو زوئ وو چې نوم يې يائير وو. يائير د جِلعاد په علاقه کښې په درويشتو ښارونو باندې حکومت کولو.</verse>
				<verse number="23">خو د جسور او شام حکومتونو هلته شپېتۀ ښارونه فتح کړل، چې په دې کښې د يائير او قنات کلى او د دې نزدې ښارونه شامل وُو. هلته چې څومره خلق اوسېدل هغوئ د مکير اولاد وو. مکير د جِلعاد پلار وو.</verse>
				<verse number="24">د حصرون د مرګ نه پس، د هغۀ زوئ کالب اِفرات وادۀ کړه، چې د هغۀ د پلار کونډه وه. د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې اشور وو، چې دې د تقوع پلار وو.</verse>
				<verse number="25">د حصرون د مشر زوئ يرحمئيل پينځۀ زامن وُو: د ټولو نه مشر رام وو او ورپسې بونه، اورن، عوضم او اخياه وُو.</verse>
				<verse number="26">د رام درې زامن وُو: معض، يمين او عيقر. د يرحمئيل يوه بله ښځه وه چې نوم يې عطاره وو او د هغوئ يو زوئ اونام وو.</verse>
				<verse number="27"></verse>
				<verse number="28">د اونام دوه زامن سمى او يدع وُو، د سمى هم دوه زامن ندب او ابيسُور وُو.</verse>
				<verse number="29">ابيسُور يوه ښځه وکړه چې نوم يې ابى‌خېل وو، د هغوئ دوه زامن اخبان او مولِد وُو.</verse>
				<verse number="30">د ابيسُور د ورور ندب دوه زامن سلد او افائم وُو، خو د سلد اولاد نۀ وو او مړ شو.</verse>
				<verse number="31">افائم د يسعى پلار وو، يسعى د سيسان پلار وو او سيسان د اخلى پلار وو.</verse>
				<verse number="32">د سمى د ورور يدع دوه زامن يتر او يونتن وُو، خو يتر بغېر د زامنو نه مړ شو.</verse>
				<verse number="33">د يونتن دوه زامن پلت او زازا وُو. دا ټول د يرحمئيل اولاد وو.</verse>
				<verse number="34">د سيسان زامن نۀ وُو صِرف لوڼه يې وې. د هغۀ يو مِصرے نوکر وو چې نوم يې يرخع وو،</verse>
				<verse number="35">چې هغۀ له يې خپله يوه لور ورکړه چې وادۀ يې کړى. د هغوئ يو زوئ وو چې نوم يې عتى وو.</verse>
				<verse number="36">د عتى نه تر اليسمع پورې نسب‌نامه داسې ده: عتى، ناتن، زاباد،</verse>
				<verse number="37">افلال، عوبيد،</verse>
				<verse number="38">ياهُو، عزرياه،</verse>
				<verse number="39">خلص، اِلعاسه،</verse>
				<verse number="40">سِسمى، سلوم،</verse>
				<verse number="41">يقمياه او اليسمع.</verse>
				<verse number="42">د يرحمئيل د ورور د کالب د مشر زوئ نوم ميسا وو. ميسا د زيف پلار وو، چې دې د مريسه پلار وو چې هغه د حبرون پلار وو.</verse>
				<verse number="43">د حبرون څلور زامن وُو: قورح، تفوح، رِقم او سمع.</verse>
				<verse number="44">سمى د رحم پلار او د يُرقعام نيکۀ وو. د سمع ورور رِقم د سمى پلار وو،</verse>
				<verse number="45">چې سمى د معون پلار وو، او معون د بيت‌صور پلار وو.</verse>
				<verse number="46">د کالب يوه وينځه وه چې نوم يې عيفه وو او د هغې نه يې درې نور زامن وُو: حاران، موضا او جازز. د حاران هم يو زوئ وو چې نوم يې جازز وو.</verse>
				<verse number="47">يهدى نومې يو سړے وو چې د هغۀ شپږ زامن وُو: رجم، يوتام، جسان، فِلِط، عيفه او شعف.</verse>
				<verse number="48">د کالب يوه وينځه معکه هم وه، چې د هغې نه يې دوه زامن وُو، شبر او تِرحنه.</verse>
				<verse number="49">وروستو يې دوه نور زامن پېدا شول: شعف، چا چې د مدمنه ښار جوړ کړے وو، او سِوا، چا چې د مکبينه او جبعه ښارونه جوړ کړى وُو. د دې نه علاوه د کالب يوه لور وه چې نوم يې عکسه وو.</verse>
				<verse number="50">دا هم د کالب اولاد وو. حُور د کالب او د هغۀ د ښځې اِفرات مشر زوئ وو. د حُور زوئ سوبل د قِريَت‌يعريم ښار جوړ کړے وو.</verse>
				<verse number="51">د هغۀ دوېم زوئ ساما چا چې د بيت‌لحم ښار جوړ کړے وو او د هغۀ درېم زوئ خارف چا چې د بيت‌جادر ښار جوړ کړے وو.</verse>
				<verse number="52">سوبل، چا چې د قِريَت‌يعريم ښار جوړ کړے وو، هغه د هرائى د خلقو او د هغه نيمو خلقو پلار نيکۀ وو چې څوک د منوخوت په ښار کښې اوسېدل،</verse>
				<verse number="53">او کومې قبيلې چې په قِريَت‌يعريم کښې وې دا دى: اِتريان، فُوتيان، سماتيان او مِسراعيان. د صُرعه او استاول ښارونو خلق د دې قبيلو کسان وُو.</verse>
				<verse number="54">سلما د بيت‌لحم، د نطوفاتى، عطرات‌بيت‌يوآب او صُرعى د خلقو پلار نيکۀ وو، چې صُرعى په مانحت کښې د دوو ډلو نه يوه وه،</verse>
				<verse number="55">او کومې قبيلې چې په ليکلو کښې ماهِران وُو هغوئ په يعبيض کښې اوسېدل: هغوئ تِرعايان، سِمعيان او سوکاتيان وُو. هغوئ د حمات د قينيانو اولاد وو. حمات د ريکاب د خاندان پلار نيکۀ وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">چې کله داؤد په حبرون کښې وو نو د عُمر په ترتيب يې دا زامن پېدا شوى وُو: امنون، چې د هغۀ مور د يزرعيل اخينوعم وه. دانيال، چې د هغۀ مور د کرمل ابى‌جيل وه. ابى‌سلوم، چې د هغۀ مور معکه وه او معکه د جسور د تلمى بادشاه لور وه. ادونياه، چې د هغۀ مور حجيت وه. سفطياه، چې د هغۀ مور ابيطال وه. اِترعام، چې د هغۀ مور عِجلاه وه.</verse>
				<verse number="2"></verse>
				<verse number="3"></verse>
				<verse number="4">دا شپږ واړه په حبرون کښې پېدا شوى وُو، چرته چې هغۀ اووۀ کاله او شپږ مياشتې بادشاهى وکړه. د هغې نه پس په يروشلم کښې هغۀ درې دېرش کاله حکومت وکړو.</verse>
				<verse number="5">په يروشلم کښې چې د داؤد کوم زامن پېدا شوى وُو په هغوئ کښې سموع، سوباب، ناتن او سليمان شامل دى. د هغوئ مور بت‌‌سبع وه چې د عمى‌اېل لور وه.</verse>
				<verse number="6">د هغۀ نور نهۀ زامن هم وُو: اِبحار، اليسوع، اليفلط،</verse>
				<verse number="7">نجه، نفج، يفيع،</verse>
				<verse number="8">اليسمع، اليدع او اليفلط.</verse>
				<verse number="9">د دې ټولو زامنو نه علاوه د داؤد د وينځو زامن هم وُو. د هغۀ يوه لور تامار هم وه.</verse>
				<verse number="10">دا د سليمان اولاد دے: سليمان، رحُبعام، ابياه، آسا، يهوسفط،</verse>
				<verse number="11">يهورام، اخزياه، يوآس،</verse>
				<verse number="12">امصياه، عُزياه، يوتام،</verse>
				<verse number="13">احاز، حزقياه، منسى،</verse>
				<verse number="14">امون او يوسياه.</verse>
				<verse number="15">د يوسياه څلور زامن د عُمر په ترتيب دا وُو: يوحانان، يهويقيم، صدقياه او يهوآخز.</verse>
				<verse number="16">د يهويقيم دوه زامن وُو: يهوياکين او صدقياه.</verse>
				<verse number="17">دا د يهوياکين بادشاه اولاد دے، يهوياکين بابليانو قېدى بوتلے وو. د يهوياکين اووۀ زامن وُو: شلتى‌اېل،</verse>
				<verse number="18">مُلکِرام، فداياه، شيناضر، يقمياه، هوسمع او ندبياه.</verse>
				<verse number="19">د فداياه دوه زامن وُو، زرُبابل او سِمعى. زرُبابل د دوو زامنو پلار وو، مسلام او حننياه. او د هغۀ يوه لور سلوميت وه.</verse>
				<verse number="20">د هغۀ پينځۀ نور زامن وُو: حسوبه، اُهل، برکياه، حسدياه او يوسب‌حسد.</verse>
				<verse number="21">د حننياه دوه زامن فلطياه او يشعياه وُو. د يشعياه زوئ رفاياه وو، د رفاياه زوئ ارنان وو، د ارنان زوئ عبدياه وو او د عبدياه زوئ سکانياه وو.</verse>
				<verse number="22">د سکانياه يو زوئ سمعياه او پينځۀ نمسى وُو: حطوش، اِجال، بريح، نعرياه او سافط.</verse>
				<verse number="23">د نعرياه درې زامن اليوعينى، حزقياه او عزريقام وُو.</verse>
				<verse number="24">د اليوعينى اووۀ زامن وُو: هُوداوياه، اِلياسب، فلاياه، عقوب، يوحانان، دلاياه او عنانى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">دا د يهوداه څۀ اولاد دے: فارص، حصرون، کرمى، حُور او سوبل.</verse>
				<verse number="2">سوبل د رياياه پلار وو، چې دا د يحت پلار وو، چې هغه د اخومى او د لاهد پلار وو، کوم چې د هغه خلقو پلار نيکۀ وو چې په صُرعه کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="3">حُور د کالب د ښځې اِفرات مشر زوئ وو او د هغۀ اولاد د بيت‌لحم ښار جوړ کړے وو. د حُور درې زامن ايتام، فنواېل او ايصر وُو. د ايتام درې زامن وُو: يزرعيل، اِسمع او ادباس او يوه يې لور حضل الفونى وه. فنواېل د جدور ښار جوړ کړے وو او ايصر د حوسه ښار جوړ کړے وو.</verse>
				<verse number="4"></verse>
				<verse number="5">اشور چا چې د تقوع ښار جوړ کړے وو د هغۀ دوه ښځې حيلاه او نعراه وې.</verse>
				<verse number="6">د هغۀ د خپلې ښځې نعراه څلور زامن وُو: اخوسام، حِفر، تمنى او هخسترى.</verse>
				<verse number="7">د اشور د خپلې ښځې حيلاه نه درې زامن وُو: ضرت، اِضهار او اِتنان.</verse>
				<verse number="8">قوض د عنوب، ضوبيبه او د حروم د زوئ اخرخېل د قبيلو پلار نيکۀ وو.</verse>
				<verse number="9">يو سړے وو چې نوم يې يعبيض وو، هغه په خپلو وروڼو کښې ډېر عزتمند سړے وو. په هغۀ باندې خپلې مور يعبيض نوم اېښے وو، ځکه چې د هغۀ د پېدا کېدو درد ډېر سخت وو.</verse>
				<verse number="10">خو يعبيض د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”خُدايه پاکه، تۀ به ما له برکت راکوې او زما مُلک به لويَوې. زما مل شه او د هر هغه خراب عمل نه مې وساته چې ما له تکليف راکوى.“ او چې هغۀ د څۀ سوال کړے وو نو خُدائ پاک هغه هر څۀ ورکړل.</verse>
				<verse number="11">د سوخه د ورور کالب يو زوئ محير وو. محير د استون پلار وو،</verse>
				<verse number="12">چې د هغۀ درې زامن وُو: بيت‌رفا، فاسح او تخِنه. تخِنه د ناحس ښار جوړ کړے وو. د دې سړو اولاد په ريکه کښې اوسېدو.</verse>
				<verse number="13">د قنز دوه زامن عتنى‌اېل او شراياه وُو. د عتنى‌اېل هم دوه زامن حتت او معوناتى وُو.</verse>
				<verse number="14">معوناتى د عفره پلار وو. شراياه د يوآب پلار وو. او يوآب هغه وړومبے کس وو چې د ماهِرو خلقو وادى يې آباده کړه، ځکه چې هلته ټول خلق ماهِر کاريګران وُو.</verse>
				<verse number="15">د يفُنه زوئ کالب درې زامن وُو: عيرو، ايله او نعم. او ايله د قنز پلار وو.</verse>
				<verse number="16">د يهلل‌ايل څلور زامن وُو: زيف، زيفه، تيرياه او اسرى‌اېل.</verse>
				<verse number="17">د عزره څلور زامن وُو: يتر، مرِد، عِفر او يلون. مرِد بِتياه وادۀ کړه، چې د فِرعون لور وه، د هغوئ يوه لور مريم وه او دوه يې زامن سمى او اِسباح وُو. اِسباح د استموع ښار جوړ کړے وو. مرِد د يهوداه قبيلې د يوې ښځې سره هم وادۀ وکړو او د هغوئ درې زامن وُو: يرد، چې هغۀ د جدور ښار جوړ کړے وو، حِبر چې هغۀ د شوکو ښار جوړ کړے وو، او يقوتئيل چې هغۀ د زنوح ښار جوړ کړے وو.</verse>
				<verse number="18"></verse>
				<verse number="19">هودياه د نحم خور وادۀ کړه. د هغوئ اولاد د جرمى ډله وه، چې هغه د قعيله په ښار کښې اوسېده او د معکې ډله چې د استموع په ښار کښې اوسېده.</verse>
				<verse number="20">د سيمون څلور زامن وُو: امنون، رِنه، بِن‌حنان او تيلون. د يسعى دوه زامن وُو: زوحت او بِن‌زوحت.</verse>
				<verse number="21">سيله د يهوداه د زامنو نه يو زوئ وو. د هغۀ په اولاد کښې عير شامل وو، چا چې د لکه ښار جوړ کړے وو، لعده چا چې د مريسه ښار جوړ کړے وو، د لټې کپړې جوړونکى قبيله چې د بيت‌اشبيع په ښار کښې اوسېده،</verse>
				<verse number="22">يوقيم او هغه خلق چې د کوزيبا په ښار کښې اوسېدل، او يوآس او شراف، چا چې موآبيانې ښځې وادۀ کړې او په بيت‌لحم کښې اوسېدل. دا د ډېر پخوانى وخت حِساب کِتاب دے.</verse>
				<verse number="23">هغوئ د بادشاه د خِدمت کُلالان وُو او د نتائيم او د جديره په ښارونو کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="24">د شمعون پينځۀ زامن وُو: نمواېل، يمين، يريب، زارح او ساؤل.</verse>
				<verse number="25">د ساؤل زوئ سلوم وو، د سلوم زوئ مِبسام وو او د مِبسام زوئ مِشماع وو.</verse>
				<verse number="26">د مِشماع د اولاد نسب‌نامه داسې ده: حمواېل، زکور او سِمعى.</verse>
				<verse number="27">د سِمعى شپاړس زامن او شپږ لوڼه وې، خو د هغۀ د خپلوانو اولاد کم وو او د شمعون قبيله د يهوداه د قبيلې په شان لويه نۀ شوه.</verse>
				<verse number="28">د داؤد بادشاه تر وخته پورې د شمعون اولاد په بيرسبع، مولاده، حصارسعول،</verse>
				<verse number="29">بِلهاه، عضم، تولاد،</verse>
				<verse number="30">بتو‌اېل، حُرمه، صِقلاج،</verse>
				<verse number="31">بيت‌مرکبوت، حصار‌سوسم، بيت‌برائى او شعريم کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="32">هغوئ په پينځو نورو ځايونو کښې هم اوسېدل: ايتام، عين، رِمون، توکن، عسن،</verse>
				<verse number="33">او په ګېرچاپېره کلو کښې، د بعلات ښار پورې. دا هغه حِساب کِتاب دے چې هغوئ د خپلو کورَنو او د هغه ځايونو په حقله ساتلو چې چرته هغوئ اوسېدل.</verse>
				<verse number="34">دا سړى د خپلو قبيلو مشران وُو: مسوباب، يمليک، يوشه چې د امصياه زوئ وو، يوايل، ياهُو چې د يوسبياه زوئ وو، يوسبياه د شراياه زوئ وو، شراياه د عسيئيل زوئ وو، اليوعينى، يعقوبه، يشوخايه، عساياه، عدى‌ايل، يسمئيل، بناياه، زيزا، زيزا د شفعى زوئ وو، شفعى د الون زوئ وو، الون د يدعياه زوئ وو، يدعياه د سِمرى زوئ وو او سِمرى د سمعياه زوئ وو. ځکه چې د هغوئ خاندان غټېدلو،</verse>
				<verse number="35"></verse>
				<verse number="36"></verse>
				<verse number="37"></verse>
				<verse number="38"></verse>
				<verse number="39">هغوئ تقريباً تر جدور پورې نمرپرېواتۀ طرف ته خوارۀ شول او د هغه مېدان نمرخاتۀ طرف ته يې خپلې ګډې څرولې چرته چې هغه ښار دے.</verse>
				<verse number="40">هغوئ د څرن ښۀ آباد مُلکونه وموندل چې په کولاو مُلک کښې خوارۀ وارۀ وُو چې خاموش او د امن نه ډک وو. د هغوئ نه مخکښې چې کوم خلق هلته اوسېدل هغوئ حاميان وُو.</verse>
				<verse number="41">د يهوداه بادشاه حزقياه په وخت کښې د هغه ډلو مشران جرار ته لاړل او هلته يې حاميان او معونيان او د هغوئ خېمې تباه کړې او د هغوئ ټول خلق يې ووژل او تر نن ورځې پورې يې د نوم او نشان پته نۀ لګى. د هغوئ په ځايونو کښې په خپله آباد شول، ځکه چې هغوئ ته د رَمو دپاره د څرن د زمکې ضرورت وو.</verse>
				<verse number="42">د شمعون قبيلې نور پينځۀ سوه کسان نمرخاتۀ طرف ادوم ته لاړل. د هغوئ مشرى د يسعى زامنو کوله: فلطياه، نعرياه، رفاياه او عُزى‌اېل.</verse>
				<verse number="43">هلته هغوئ هغه پاتې شوى عماليقيان ووژل کوم چې تښتېدلى وُو او هغوئ تر ننه پورې هلته اوسېدل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">دا د روبين اولاد دے چې هغه د يعقوب مشر زوئ وو. هغۀ د خپل پلار د بلې ښځې سره د زنا کولو په وجه د خپل پلار بې‌عزتى وکړه نو چې د مشرى زوئ کوم حقُونه هغۀ لرل، هغه ختم شول او هغه حقُونه يوسف ته مِلاو شول.</verse>
				<verse number="2">خو د يهوداه قبيله تکړه شوه او ټولو قبيلو له يې يو بادشاه ورکړو، خو پېدائشى حق د يوسف سره وو.</verse>
				<verse number="3">د يعقوب د مشر زوئ روبين څلور زامن وُو: حنوک، فلو، حصرون او کرمى.</verse>
				<verse number="4">دا د يوايل اولاد دے: سمعياه، جوج، سِمعى، ميکاه، رياياه، بعل او بئيره. اسورى بادشاه تغلت فلاسر د روبين قبيلې مشر بئيره ونيولو او د قبيلې سره يې جلاوطن کړو.</verse>
				<verse number="5"></verse>
				<verse number="6"></verse>
				<verse number="7">د روبين په قبيله کښې د دې د قبيلو د مشرانو نسب‌نامه: يعى‌ايل، زکرياه،</verse>
				<verse number="8">او بالع، د عزز زوئ او د سمع نمسے، چې د يوايل د قبيلې وو. دا قبيله په عروعير کښې او د هغه ځائ نه د نبو پورې او د بعل معون په علاقه کښې اوسېده.</verse>
				<verse number="9">د جِلعاد په مُلک کښې د هغوئ ډېر څاروى وُو او هغه مُلک يې ونيولو چې نمرخاتۀ طرف ته د صحرا د لمنې او د فرات سيند پورې خور دے.</verse>
				<verse number="10">د ساؤل بادشاه په وخت کښې د روبين قبيلې په هاجريانو حمله وکړه، هغوئ يې په جنګ کښې ووژل او د جِلعاد نمرخاتۀ ته په ټوله برخه کښې د هغوئ په خېمو کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="11">د جاد قبيله د بسن په مُلک کښې د روبين شمال ته د سلکه نمرخاتۀ طرف پورې اوسېدله.</verse>
				<verse number="12">يوايل په بسن کښې مشر وو، سافم ورپسې دوېم کس وو او درېم مشر يعنې او د هغۀ نه پس سافط وو.</verse>
				<verse number="13">د دې اوو ډلو د قبيلې نور کسان دا دى: ميکائيل، مسلام، شيبا، يورى، يعکان، زيع او عِبر.</verse>
				<verse number="14">هغوئ د حُورى زوئ ابى‌خېل اولاد دے، چې د هغوئ پلار نيکۀ دا دى: ابى‌خېل، حُورى، يارواح، جِلعاد، ميکائيل، يسيسى، يحدو او بُوز.</verse>
				<verse number="15">اخى چې د عبدى‌ايل زوئ او د جونى نمسے وو هغه د دې ډلو مشر وو.</verse>
				<verse number="16">هغوئ د بسن او جِلعاد په علاقه کښې، هلته په ښارونو او د شارون د څرن په ټولو مُلکونو کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="17">دا نسب‌نامه د يهوداه بادشاه يوتام او د اِسرائيل بادشاه يربعام په وخت کښې ليکلے شوې وه.</verse>
				<verse number="18">د روبين، جاد او د نمرخاتۀ طرف منسى په قبيلو کښې څلور څلوېښت زره اووۀ سوه او شپېتۀ فوجيان وُو، چې د ډالونو، تُورو او غشو په وړلو او استعمالولو باندې ښۀ پوهېدل.</verse>
				<verse number="19">هغوئ د جنګ دپاره د يطور، نفيس او نودب هاجرى قبيلو خِلاف لاړل.</verse>
				<verse number="20">د جنګ په وخت کښې هغوئ خُدائ پاک ته سوال وکړو، هغۀ د هغوئ فرياد واورېدو ځکه چې په هغۀ باندې يې ايمان لرلو. نو داسې هاجريانو او د هغوئ ټولو ملګرو شکست وخوړو.</verse>
				<verse number="21">د بنى اِسرائيلو نمرخاتۀ طرف ته قبيلو د دشمن نه پنځوس زره اوښان، دوه لاکه او پنځوس زره ګډې او دوه زره خرۀ ونيول او سل زره کسان يې جنګى قېديان کړل.</verse>
				<verse number="22">هغوئ ډېر دشمنان ووژل، ځکه چې خُدائ پاک په دې جنګ کښې د هغوئ مل وو. او هغوئ تر جلاوطنۍ پورې د هاجريانو په علاقه کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="23">د منسى نيمې قبيلې خلق د بسن په علاقه کښې د بعل حرمون، سنير او حرمون غر پورې اوسېدل او د هغوئ آبادى ډېره زياته شوه.</verse>
				<verse number="24">دا کسان د خپلو ډلو مشران وُو: عِفر، يسعى، اِلى‌ايل، عزرائيل، يرمياه، هُوداوياه او يحدِاېل. هغوئ ټول ښۀ تکړه فوجيان او د خپلو ډلو مشهور مشران وُو.</verse>
				<verse number="25">خو خلقو د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک سره خيانت وکړو او د هغه نورو قومونو د معبودانو د عبادت په وجه يې د هغۀ خِلاف بغاوت وکړو کوم قومونه چې خُدائ پاک په هغه وخت تباه کړى وُو چې بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل.</verse>
				<verse number="26">نو خُدائ پاک د اسور بادشاه پول ولېږلو چې د هغوئ په مُلک حمله وکړى (چې هغه په تغلت فلاسر باندې هم مشهور وو). هغۀ د روبين، جاد او د منسى نيمه قبيله وويستله او دې ته يې مجبور کړل چې تر نن پورې په خلح، خابور، هارا او د جوزان سيند سره اوسيږى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">د ليوى درې زامن وُو: جيرسون، قُهات او مرارى.</verse>
				<verse number="2">د قُهات څلور زامن وُو: عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل.</verse>
				<verse number="3">د عُمرام دوه زامن هارون او موسىٰ وُو او يوه يې لور مريم وه. د هارون څلور زامن وُو: ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر.</verse>
				<verse number="4">د اِلى‌عزر اولاد نسل په نسل دا دے: فينحاس، ابيسوع،</verse>
				<verse number="5">بُقى، عُزى،</verse>
				<verse number="6">زرخياه، مرايوت،</verse>
				<verse number="7">امرياه، اخيطوب،</verse>
				<verse number="8">صدوق، اخيمعض،</verse>
				<verse number="9">عزرياه، يوحانان،</verse>
				<verse number="10">عزرياه چا چې د مالِک خُدائ په هغه کور کښې خِدمت کولو کوم چې سليمان بادشاه په يروشلم کښې جوړ کړے وو،</verse>
				<verse number="11">امرياه، اخيطوب،</verse>
				<verse number="12">صدوق، سلوم،</verse>
				<verse number="13">خِلقياه، عزرياه،</verse>
				<verse number="14">شراياه او يهوصدق.</verse>
				<verse number="15">نبوکدنضر بادشاه يهوصدق سره د يهوداه او يروشلم هغه خلقو وويستلو کوم چې مالِک خُدائ پردى مُلک ته جلاوطن کړى وُو.</verse>
				<verse number="16">د ليوى درې زامن وُو: جيرسون، قُهات او مرارى.</verse>
				<verse number="17">په هغوئ کښې د هر يو هم زامن وُو. جيرسون د لِبنى او سِمعى پلار وو،</verse>
				<verse number="18">قُهات د عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل پلار وو،</verse>
				<verse number="19">او مرارى د محلى او موشى پلار وو. دا د نسب‌نامې په مطابق د ليويانو قبيلې دى.</verse>
				<verse number="20">دا نسل په نسل د جيرسون اولاد دے: لِبنى، يحت، زِمه،</verse>
				<verse number="21">يوآخ، عدو، زارح او يترى.</verse>
				<verse number="22">دا نسل په نسل د قُهات اولاد دے: عمى‌نداب، قورح، اسير،</verse>
				<verse number="23">القنه، ابى‌آسف، اسير،</verse>
				<verse number="24">تحت، اورى‌اېل، عُزياه او ساؤل.</verse>
				<verse number="25">د القنه دوه زامن عماسى او اخيموت وُو.</verse>
				<verse number="26">دا نسل په نسل د اخيموت اولاد دے: القنه، ضوفى، نحت،</verse>
				<verse number="27">اِلياب، يروحام او القنه.</verse>
				<verse number="28">د سموئيل دوه زامن وُو: يوايل مشر وو او ابياه کشر وو.</verse>
				<verse number="29">دا نسل په نسل د مرارى اولاد دے: محلى، لِبنى، سِمعى، عُزه،</verse>
				<verse number="30">سِمعا، حجياه او عساياه.</verse>
				<verse number="31">دا هغه سړى وُو چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په کور کښې د سندرو خِدمت دپاره مقرر کړى وُو، دا د هغې نه پس وُو چې د لوظ صندوق هلته يوړلے شو.</verse>
				<verse number="32">هغوئ د مالِک خُدائ د حضور خېمې په وړاندې د موسيقۍ سره عبادت کولو، دا د سليمان د مالِک خُدائ کور د جوړولو نه مخکښې وخت وو. هغوئ دا کارونه د اصُولو په مطابق کول.</verse>
				<verse number="33">چا چې د خپلو زامنو سره خِدمت کولو د هغوئ نسب‌نامه داسې ده: د قُهات ډله: هيمان چې د اولنو موسيقارانو مشر وو، هغه د يوايل زوئ وو. شا ته د هغۀ نسب‌نامه داسې ده: حيمان، يوايل، سموئيل،</verse>
				<verse number="34">القنه، يروحام، اِلى‌ايل، توح،</verse>
				<verse number="35">صُوف، القنه، محت، عماسى،</verse>
				<verse number="36">القنه، يوايل، عزرياه، صفنياه،</verse>
				<verse number="37">تحت، اسير، ابى‌آسف، قورح،</verse>
				<verse number="38">اِضهار، قُهات، ليوى او يعقوب.</verse>
				<verse number="39">آسف د دوېمو موسيقارانو مشر وو. د ليوى نه پس د هغۀ نسب‌نامه داسې ده: آسف، برکياه، سِمعا،</verse>
				<verse number="40">ميکائيل، بعسياه، مُلکياه،</verse>
				<verse number="41">اِتنى، زارح، عداياه،</verse>
				<verse number="42">ايتان، زِمه، سِمعى،</verse>
				<verse number="43">يحت، جيرسون او ليوى.</verse>
				<verse number="44">د مرارى قبيلې ايتان د درېمې سندرې مشر وو. شا ته ليوى ته د هغۀ نسب‌نامه داسې ده: قيسى، عبدى، ملوک،</verse>
				<verse number="45">حسبياه، امصياه، خِلقياه،</verse>
				<verse number="46">امصى، بانى، سمر،</verse>
				<verse number="47">محلى، موشى، مرارى او ليوى.</verse>
				<verse number="48">نورو ليويانو ته د مالِک خُدائ په کور کښې باقى ټول خِدمت حواله شوے وو.</verse>
				<verse number="49">خو هارون او د هغۀ اولاد د خوشبويۍ نذرانې پېش کولې او هغه قربانۍ يې پېش کولې چې په قربان‌ګاه باندې سوزولے شوې. هغوئ په زيات مقدس ځائ کښې د ټول عبادت او د بنى اِسرائيلو د کفارې ادا کولو ذمه وار وُو. هغوئ دا هر څۀ د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى موسىٰ ورته ښودلى وُو.</verse>
				<verse number="50">دا د هارون اولاد دے: اِلى‌عزر، فينحاس، ابيسوع،</verse>
				<verse number="51">بُقى، عُزى، زرخياه،</verse>
				<verse number="52">مرايوت، امرياه، اخيطوب،</verse>
				<verse number="53">صدوق او اخيمعض.</verse>
				<verse number="54">دا هغه ښارونه دى چې د هارون اولاد ته حواله شوى وُو چې هغه د قُهات قبيله ده. هغوئ ته به د هغې زمکې وړومبۍ برخه مِلاوېده کومه چې ليويانو ته حواله شوې وه.</verse>
				<verse number="55">په دې کښې د يهوداه په علاقه کښې حبرون او د دې نه ګېرچاپېره د څرن زمکې شاملې وې،</verse>
				<verse number="56">اګر چې د هغه ښار پټى او کلى د يفُنه زوئ کالب په حواله وُو.</verse>
				<verse number="57">د پناه دا ښارونه سره د څرن د زمکې د هارون اولاد ته حواله شوى وُو: حبرون، لِبناه، يتير، استموع، حَولون، دبير، عسن او بيت‌شمس.</verse>
				<verse number="58"></verse>
				<verse number="59"></verse>
				<verse number="60">د بنيامين په علاقه کښې هغوئ ته دا ښارونه سره د څرن د زمکې حواله شوى وُو: جبعه، علمت او عنتوت. دا ټول ديارلس ښارونه وُو چې د هغوئ مکمل خاندان په کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="61">نمرپريواتۀ طرف ته د منسى په علاقه کښې لس ښارونه د پچې په ذريعه د قُهات پاتې قبيلې ته خاندان په خاندان حواله شوى وُو.</verse>
				<verse number="62">د جيرسون قبيلې ته کورَنو په مطابق ديارلس ښارونه د يساکار، آشر، نفتالى او نمرخاتۀ طرف ته په بسن کښې د منسى په علاقو کښې حواله شوى وُو.</verse>
				<verse number="63">هم دغه شان، د روبين، جاد او زبولون په علاقو کښې دولس ښارونه د مرارى قبيلې ته خاندان په خاندان حواله شوى وُو.</verse>
				<verse number="64">نو داسې بنى اِسرائيلو ليويانو ته د اوسېدو دپاره ښارونه حواله کړل، سره د څرن د زمکې چې د دې ښارونو نه ګېرچاپېره وې.</verse>
				<verse number="65">د يهوداه، شمعون او بنيامين په علاقه کښې هغه ښارونه هم د پچې په ذريعه حواله شوى وُو. د هغه ښارونو ذِکر وړاندې شوے دے.</verse>
				<verse number="66">د قُهات قبيلې څۀ کورَنو ته د اِفرائيم په علاقه کښې ښارونه او د څرن زمکې حواله شوې وې:</verse>
				<verse number="67">شِکم چې د اِفرائيم په غرونو کښې د پناه ښار دے او ورسره جزر،</verse>
				<verse number="68">يُقمام، بيت‌حورون،</verse>
				<verse number="69">ايالون او جات رِمون.</verse>
				<verse number="70">د قُهات پاتې اولاد ته د منسى د نيمې قبيلې د علاقې نه د عانير او بلعام ښارونه سره د ګېرچاپېره د څرن د زمکې حواله شوى وُو.</verse>
				<verse number="71">د جيرسون قبيلې کورَنو ته دا ښارونه، سره د ګېرچاپېره د څرن د زمکو حواله شوى وُو: د نمرخاتۀ منسى په علاقه کښې: په بسن کښې جولان، او عستارات.</verse>
				<verse number="72">د يساکار په علاقه کښې: قادِس، دبرت،</verse>
				<verse number="73">رامات او عانيم چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
				<verse number="74">د آشر په علاقه کښې: مسل، عبدون،</verse>
				<verse number="75">حُقوق او رِحوب چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
				<verse number="76">د نفتالى په علاقه کښې: په ګليل کښې قادِس، حمون او قِريَتائم چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
				<verse number="77">د مرارى قبيلې باقى پاتې کورَنو ته دا ښارونه سره د دې نه ګېرچاپېره د څرن د زمکو حواله شوى وُو: د زبولون په علاقه کښې: رِمون او تبور.</verse>
				<verse number="78">د اُردن سيند نه پورې د يريحو نمرخاتۀ طرف ته، د روبين په علاقه کښې: په اوچته زمکه باندې بصر، يهض،</verse>
				<verse number="79">قديمات او مفعت چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
				<verse number="80">د جاد په علاقه کښې: په جِلعاد کښې رامات، محنايم،</verse>
				<verse number="81">حسبون او يعزير چې د څرن زمکې ورسره وې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">د يساکار څلور زامن وُو: تولع، فُوه، يسوب او سِمرون.</verse>
				<verse number="2">د تولع شپږ زامن وُو: عُزى، رفاياه، يرى‌اېل، يحمى، ابسام او سموئيل. هغوئ د تولع د قبيلې اولنى مشران وُو. د داؤد بادشاه په زمانه کښې د دې ډلو د ټولو تکړه فوجيانو شمېر دوويشت زره او شپږ سوه وو.</verse>
				<verse number="3">د عُزى يو زوئ اِزراخياه وو. اِزراخياه او د هغۀ څلور زامن، ميکائيل، عبدياه، يوايل او يسياه ټول د ډلو مشران وُو.</verse>
				<verse number="4">د هغوئ دومره ډېرې ښځې او بچى وُو چې د هغوئ اولاد د دې جوګه وو چې فوجى خِدمت له يې شپږ دېرش زره سړى ورکړل.</verse>
				<verse number="5">د منلے شوى حِساب کِتاب په مطابق د يساکار قبيلې د ټولو کورَنو اووۀ اتيا زره داسې سړى شمېرلے شوى وُو چې کوم د فوجى خِدمت کولو قابل وُو.</verse>
				<verse number="6">د بنيامين درې زامن وُو: بالع، بکر او يديعيل.</verse>
				<verse number="7">د بالع پينځۀ زامن وُو: اصبان، عُزى، عُزى‌اېل، يريموت او عيرى. د هغوئ په ډله کښې د قبيلو مشران او تکړه فوجيان وُو. د هغوئ په اولاد کښې دوويشت زره او څلور دېرش سړى شامل وُو چې د فوجى کار کولو قابل وُو.</verse>
				<verse number="8">د بکر نهۀ زامن وُو: زميره، يوآس، اِلى‌عزر، اليوعينى، عُمرى، يريموت، ابياه، عنتوت او علمت.</verse>
				<verse number="9">د هغوئ په نسب‌نامه کښې شل زره او دوه سوه د قبيلو مشرانو او تکړه فوجيانو نومونه ليکلى شوى وُو.</verse>
				<verse number="10">د يديعيل يو زوئ بِلهان وو او د بِلهان اووۀ زامن وُو: يعوس، بنيامين، اهُود، کنعانه، زيتان، ترسيس او اخى‌سحر.</verse>
				<verse number="11">هغوئ د قبيلې مشران او تکړه فوجيان وُو. د هغوئ په اولاد کښې اوولس زره او دوه سوه داسې سړى شامل وو چې کوم د فوجى کار کولو قابل وُو.</verse>
				<verse number="12">د سفيم او حُفيم تعلق هم د دې قبيلې سره وو. حشيم د احير زوئ وو.</verse>
				<verse number="13">د نفتالى څلور زامن وُو: يحزى‌ايل، جونى، يصر، سلوم. هغوئ د يعقوب د بلې ښځې بِلهاه اولاد وو.</verse>
				<verse number="14">د منسى د آرامى وينځې نه دوه زامن اسرى‌اېل او مکير وُو. مکير د جِلعاد پلار وو.</verse>
				<verse number="15">مکير يوه ښځه د حُفيم او يوه ښځه د سفيم دپاره وکړه. د هغۀ د خور نوم معکه وو. د مکير دوېم زوئ صِلافحاد وو او د هغۀ صِرف لوڼه وې.</verse>
				<verse number="16">د مکير د ښځې معکې دوه زامن پېدا شول، چې په هغوئ باندې يې فرس او شرس نومونه کېښودل. د فرس دوه زامن اولام او رِقم وُو،</verse>
				<verse number="17">او د اولام يو زوئ وو چې نوم يې بدان وو. دا ټول د جِلعاد اولاد دے چې د مکير زوئ او د منسى نمسے وو.</verse>
				<verse number="18">د هغۀ د خور همولکت درې زامن وُو: اِشهود، ابيعزر او محله.</verse>
				<verse number="19">د سميدع څلور زامن وُو: اخيان، شِکم، لِقحى او انيعام.</verse>
				<verse number="20">دا نسل په نسل د اِفرائيم اولاد دے: سوتلح، بيرِد، تحت، اِليعده، تحت،</verse>
				<verse number="21">زاباد او سوتلح. د اِفرائيم دوه نور زامن ايصر او اِليعد څوک چې په هغه وخت کښې ووژلے شول چې کله هغوئ د جات د خلقو د څاروو پټولو کوشش کولو.</verse>
				<verse number="22">د هغوئ پلار اِفرائيم تر ډېرو ورځو پورې په هغوئ پسې غمژن وو او د هغۀ خپلوان تسلۍ ورکولو له ورله راتلل.</verse>
				<verse number="23">هغه د خپلې ښځې سره بيا څملاستو او هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. هغۀ ورباندې بريعاه نوم کېښودو، دا د هغه مصيبت په وجه چې د هغوئ په خاندان باندې راغلے وو.</verse>
				<verse number="24">د اِفرائيم يوه لور وه چې نوم يې سيراه وو. هغې د بره او ښکته بيت‌حورون او عُزن سيراه ښارونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="25">د اِفرائيم يو بل زوئ هم وو چې نوم يې رفح وو، چې د هغۀ اولاد دا دے: رسف، تلاح، تحن،</verse>
				<verse number="26">لعدان، عميهود، اليسمع،</verse>
				<verse number="27">نون او يشوَع.</verse>
				<verse number="28">کومه علاقه چې هغوئ ونيوله او په کښې اوسېدل په دې کښې بيت‌ايل او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه، د نمرخاتۀ طرف نعران او د نمرپرېواتۀ طرف ته جزر او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه شامل وُو. په دې کښې شِکم او عياه او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه هم شامل دى.</verse>
				<verse number="29">د منسى اولاد د بيت‌شان، تعنک، مِجدو او دور او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه ونيول. دا ټول هغه ځايونه دى چرته چې د يعقوب د زوئ يوسف اولاد اوسېدو.</verse>
				<verse number="30">دا د آشر اولاد دے. د هغۀ څلور زامن وُو: يمنه، اِسواه، اِسوى او بريعاه، او يوه يې لور سِره وه.</verse>
				<verse number="31">د بريعاه دوه زامن حِبر او مُلکى‌اېل وُو. مُلکى‌اېل د برزاويت ښار جوړ کړو.</verse>
				<verse number="32">د حِبر درې زامن وُو: يفليط، شومير او خوتام، او يوه يې لور سوع وه.</verse>
				<verse number="33">د يفليط درې زامن وُو: فاساک، بمهال او عسوات.</verse>
				<verse number="34">د سمر زامن اخى، روهجه، يُخبه او آرام وُو.</verse>
				<verse number="35">د هغۀ د ورور حيلم څلور زامن وُو: صوفح، اِمنع، سلس او عمل.</verse>
				<verse number="36">د صوفح اولاد دا وو: سوح، حرنفر، سعال، بيرى، اِمراه،</verse>
				<verse number="37">بصر، هُود، سما، سلسه، يتران او بيرا.</verse>
				<verse number="38">د يتر اولاد دا وو: يفُنه، فِسفا، ارا،</verse>
				<verse number="39">او د عُله اولاد دا وو: ارخ، حنى‌ايل او رضياه.</verse>
				<verse number="40">دا ټول د آشر اولاد وو. هغوئ د خپلو ډلو اولنى مشران، تکړه او مشهور جنګيالى او داسې مشران وُو چې مثال يې نۀ وو. د آشر په اولاد کښې شپږويشت زره داسې سړى وُو چې د فوجى کار کولو قابل وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">د بنيامين پينځۀ زامن وُو، د عُمر په ترتيب هغوئ داسې دى: بالع، اشبيل، اخرخ،</verse>
				<verse number="2">نوحه او رفا.</verse>
				<verse number="3">د بالع اولاد دا وو: ادار، جيرا، ابيهود،</verse>
				<verse number="4">ابيسوع، نعمان، اخوع،</verse>
				<verse number="5">جيرا، سفوفان او حيرام.</verse>
				<verse number="6">د اهُود اولاد نعمان، اخياه او جيرا وو. هغوئ د هغه کورَنو مشران وُو چې په جبعه کښې اوسېدل، خو هغوئ په زور وويستلے شول او په مانحت کښې اوسېدل. جيرا په سفر کښې د هغوئ مشرى کوله. جيرا د عُزا او اخيهود پلار وو.</verse>
				<verse number="7"></verse>
				<verse number="8">د سحريم دوه ښځې، حشيم او بعراه طلاقې کړې. وروستو چې کله هغه د موآب په مُلک کښې اوسېدو نو هغۀ هودس وادۀ کړه او اووۀ زامن يې پېدا شول: يوباب، ضِبيه، ميسا، مُلکام،</verse>
				<verse number="9"></verse>
				<verse number="10">يعوض، سکياه او مِرمه. د هغۀ ټول زامن د کورَنو مشران شول.</verse>
				<verse number="11">د هغۀ د حشيم نه هم دوه زامن پېدا شول: ابى‌طوب او الفعل.</verse>
				<verse number="12">د الفعل درې زامن وُو: عِبر، مِشعام او سامد. دا سامد وو چې هغۀ د اونو او لد ښارونه او ګېرچاپېره کلى جوړ کړل.</verse>
				<verse number="13">بريعاه او سمع د هغه ډلو مشران وُو چې د ايالون په ښار کښې اوسېدې او هغه خلق يې وشړل چې د جات په ښار کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="14">د بريعاه په اولاد کښې اخيو، شاشق، يريموت،</verse>
				<verse number="15">زبدياه، عراد، عدر،</verse>
				<verse number="16">ميکائيل، اِسفاه او يوخا شامل وُو.</verse>
				<verse number="17">د الفعل په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: زبدياه، مسلام، حِزقى، حِبر،</verse>
				<verse number="18">يسمرى، يزلياه او يوباب.</verse>
				<verse number="19">د سِمعى په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: يقيم، زِکرى، زبدى،</verse>
				<verse number="20">العينى، ضلتى اِلى‌ايل،</verse>
				<verse number="21">عداياه، براياه او سِمرات.</verse>
				<verse number="22">د شاشق په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: اِسفان، عِبر، اِلى‌ايل،</verse>
				<verse number="23">عبدون، زِکرى، حنان،</verse>
				<verse number="24">حننياه، عيلام، عنتوتياه،</verse>
				<verse number="25">يفدياه او فنواېل.</verse>
				<verse number="26">د يروحام په اولاد کښې دا کسان شامل وُو: سمسرى، شحارياه، عتلياه،</verse>
				<verse number="27">يعرسياه، الياس او زِکرى.</verse>
				<verse number="28">دا د خپلو ډلو اولنى مشران وُو، د هغوئ نومونه په نسب‌نامه کښې ليکلے شوى وُو او هغوئ ټول په يروشلم کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="29">يعى‌ايل د جبعون ښار جوړ کړو او هلته اوسېدو. د هغۀ د ښځې نوم معکه وو،</verse>
				<verse number="30">او د هغۀ مشر زوئ عبدون وو. د هغۀ نور زامن صور، قيس، بعل، نير، ندب،</verse>
				<verse number="31">جدور، اخيو، زکر،</verse>
				<verse number="32">او مِقلوت چې د سِمعا پلار وو. د هغوئ اولاد په يروشلم کښې د خپلې قبيلې د نورو کورَنو سره نزدې اوسېدل.</verse>
				<verse number="33">نير د قيس پلار وو او قيس د ساؤل بادشاه پلار وو. د ساؤل څلور زامن وو: يونتن، مُلکى‌شوَع، ابينداب او اشبعل.</verse>
				<verse number="34">يونتن د مريب بعل پلار وو، چې هغه د ميکاه پلار وو.</verse>
				<verse number="35">د ميکاه څلور زامن وُو: فيتون، مُلک، تاريع او احاز.</verse>
				<verse number="36">احاز د يهوعده پلار وو، چې هغه د درېو زامنو پلار وو: علمت، عزماوت او زِمرى. زِمرى د موضا پلار وو،</verse>
				<verse number="37">موضا د بِنعه پلار وو، بِنعه د رفعه، رفعه د اِلعاسه، اِلعاسه د اصيل پلار وو.</verse>
				<verse number="38">د اصيل شپږ زامن وُو: عزريقام، بوکرو، اِسمٰعيل، سعرياه، عبدياه او حنان.</verse>
				<verse number="39">د اصيل د ورور عيشق درې زامن وُو: اولام، يعوس او اليفلط.</verse>
				<verse number="40">د اولام زامن تکړه فوجيان او د غشو ويشتونکى وُو. د هغۀ ټول زامن او نمسى يو نيم سل وُو. دا ټول کسان د بنيامين اولاد وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">د ټولو بنى اِسرائيلو نسب‌نامه ليکلے شوې وه او دا معلومات د بنى اِسرائيلو د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. د يهوداه خلق د خپلې نافرمانۍ په وجه بابل ته ويستلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="2">وړومبى کسان چې په خپلو پخوانو ښارونو کښې جائيدادونو ته راواپس شول نو په هغې کښې اِمامان، ليويان، د مالِک خُدائ د کور خِدمت کوونکى او نور بنى اِسرائيليان وُو.</verse>
				<verse number="3">د يهوداه، بنيامين، اِفرائيم او منسى قبيلو خلق يروشلم ته د اوسېدو دپاره لاړل.</verse>
				<verse number="4">د يهوداه د قبيلې لس کم اووۀ سوه خاندان داسې وُو چې لاړل او په يروشلم کښې اوسېدل. په دې کښې د يهوداه د قبيلې د فارص اولاد د قبيلې مشر عوتى وو، چې د عميهود زوئ او د عُمرى نمسے وو. د هغۀ په پلار نيکۀ کښې اِمرى او بانى شامل وُو. د يهوداه زوئ سيله د قبيلې مشر عساياه وو، چې هغه د خپل خاندان مشر وو. د يهوداه زوئ زارح د قبيلې مشر يعى‌ايل وو.</verse>
				<verse number="5"></verse>
				<verse number="6"></verse>
				<verse number="7">د بنيامين قبيلې دا کسان لاړل او په يروشلم کښې اوسېدل: د مسلام زوئ سلو، چې مسلام د هُوداوياه زوئ وو، هُوداوياه د هسينوآه زوئ وو، او ورسره د يروحام زوئ اِبنياه وو، ايله چې د عُزى زوئ او د ميکرى نمسے وو، د سفطياه زوئ مسلام، سفطياه د رعواېل زوئ وو او رعواېل د اِبنياه زوئ وو.</verse>
				<verse number="8"></verse>
				<verse number="9">د دې قبيلې نهۀ سوه شپږ پنځوس خاندان لاړل او هلته اوسېدل. د دې ليکلے شوو نومونو ټول سړى د کورَنو مشران وُو.</verse>
				<verse number="10">په واپس راغلو اِمامانو کښې دا کسان وُو: يدعياه، يهويريب او يکين. د خِلقياه زوئ عزرياه چې د مالِک خُدائ د کور مشر آفسر وو، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې مسلام، صدوق، مرايوت او اخيطوب شامل وُو. د يروحام زوئ عداياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې فشحور او مُلکياه شامل وُو، او ورسره د عدى‌ايل زوئ معسى، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې يحزيراه، مسلام، مسلميت او اِمير شامل وُو.</verse>
				<verse number="11"></verse>
				<verse number="12"></verse>
				<verse number="13">کوم اِمامان چې د ډلو مشران وُو هغه ټول يو زر اووۀ سوه او شپېتۀ وُو. هغوئ د خُدائ پاک د کور د خِدمت د کار دپاره ښۀ تکړه سړى وُو.</verse>
				<verse number="14">دا ليويان يروشلم ته واپس راغلل: د حسوب زوئ سمعياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې د مرارى د قبيلې عزريقام او حسبياه شامل وُو، بقبقر، حرس، جلال او د ميکا زوئ متنياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې زِکرى او آسف شامل وُو، د سمعياه زوئ عبدياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې جلال او يدوتون شامل وُو، برکياه، چې د آسا زوئ او القنه نمسے وو، چې هغه د نطوفاتى ښار په علاقه کښې اوسېدو.</verse>
				<verse number="15"></verse>
				<verse number="16"></verse>
				<verse number="17">د مالِک خُدائ د کور څوکيداران په يروشلم کښې اوسېدل: سلوم، عقوب، طلمون او اخيمان. سلوم د هغوئ مشر وو.</verse>
				<verse number="18">د دې نه مخکښې د هغو ډلو کسان د نمرخاتۀ طرف د بادشاه د دروازې سره ولاړ وُو. هغوئ به د ليويانو د خېمو په دروازو باندې څوکيدارى کوله.</verse>
				<verse number="19">د قورې زوئ او د ابى‌آسف نمسے سلوم، سره د خپلو خلقو چې د قورح ډله وه د مالِک خُدائ د حضور د خېمې د ننوتلو ځائ حِفاظت ذمه وار وُو، لکه څنګه چې مخکښې د هغوئ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ د اوسېدو د ځائ د حِفاظت ذمه وار وُو.</verse>
				<verse number="20">د اِلى‌عزر زوئ فينحاس، په يو وخت کښې د هغوئ مشرى کړې وه او مالِک خُدائ د هغۀ مل وو.</verse>
				<verse number="21">د مسلمياه زوئ زکرياه هم د مالِک خُدائ د حضور د خېمې د ننوتلو د ځائ څوکيدار وو.</verse>
				<verse number="22">ټول دوه سوه او دولس سړى د دروازو دپاره څوکيداران خوښ کړے شوى وُو. د هغوئ نومونه د هغه کلو په مطابق ليکلے شوى وُو چې چرته هغوئ اوسېدل. داؤد او سموئيل پېغمبر د هغوئ پلار نيکۀ په دې اهم کار باندې مقرر کړى وُو.</verse>
				<verse number="23">هغوئ او د هغوئ اولاد د مالِک خُدائ د خېمې د دروازو د حِفاظت ذمه وار وُو.</verse>
				<verse number="24">په هر طرف باندې يوه يوه دروازه وه، شمالى، جنوبى، نمرخاتۀ او نمرپرېواتۀ ته او د هرې يوې دروازې يو يو مشر څوکيدار وو.</verse>
				<verse number="25">د هغوئ هغه خپلوان کوم چې په کلو کښې اوسېدل نو هغوئ به وخت په وخت راتلل او د هغوئ سره به يې اووۀ ورځې خِدمت کولو.</verse>
				<verse number="26">هغه څلور مشران څوکيداران ليويان وُو چې هغوئ له پوره ذمه وارى ورکړے شوې وه. هغوئ د مالِک خُدائ د کور د کوټو او د هغه قيمتى سامان هم خيال ساتلو چې کوم هلته کېښودے شو.</verse>
				<verse number="27">هغوئ د مالِک خُدائ کور سره نزدې دېره وُو، ځکه چې د هغوئ کار د دې حِفاظت او په هر سحر کښې د دروازو کولاول وُو.</verse>
				<verse number="28">څۀ ليويان د عبادت د سامان ذمه وار وُو. چې کله به دا وړلے يا واپس راوړلے شو نو هغوئ به دا شمېرلو.</verse>
				<verse number="29">نور د مقدس ځائ د سامان، د اوړو، د ميو، د زيتُونو تېلو، خوشبويۍ او مصالحو ذمه وار وُو.</verse>
				<verse number="30">خو د مصالحو د ګډولو ذمه وارى د اِمامانو وه.</verse>
				<verse number="31">د قورح د قبيلې د ليوى قبيلې د سلوم مشر زوئ چې نوم يې متتياه وو، هغه د هغه روټۍ پخولو ذمه وار وو چې په نذرانو کښې استعمالېدله.</verse>
				<verse number="32">د قُهات د قبيلې څۀ کسان د هر سبت په ورځ د مالِک خُدائ کور دپاره د مقدسې روټۍ تيارولو ذمه وار وُو.</verse>
				<verse number="33">د ليويانو څۀ خاندان د مالِک خُدائ د کور د سندرو ذمه وارې وې. د دې کورَنو مشران د مالِک خُدائ د کور په يو څو کوټو کښې اوسېدل او د نورو کارونو کولو نه آزاد وُو، ځکه چې هغوئ به شپه او ورځ کار کولو.</verse>
				<verse number="34">دا ټول کسان د هغوئ د پلار نيکۀ د نسب‌نامې په مطابق د ليويانو د خاندان مشران وُو. هغوئ د يروشلم د اوسېدونکو خلقو مشران وُو.</verse>
				<verse number="35">يعى‌ايل د جبعون ښار جوړ کړو او هلته دېره شو. د هغۀ د ښځې نوم معکه وو.</verse>
				<verse number="36">د هغۀ مشر زوئ عبدون وو او د هغۀ نور زامن دا وُو: صور، قيس، بعل، نير، ندب،</verse>
				<verse number="37">جدور، اخيو، زکرياه او مِقلوت</verse>
				<verse number="38">چې د سِمعام پلار وو. د هغوئ اولاد د خپلې قبيلې د نورو کورَنو سره نزدې په يروشلم کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="39">نير د قيس پلار وو او قيس د ساؤل پلار وو. د ساؤل څلور زامن وُو: يونتن، مُلکى‌شوَع، ابينداب او اشبعل.</verse>
				<verse number="40">يونتن د مريب بعل پلار وو، چې هغه د ميکاه پلار وو.</verse>
				<verse number="41">د ميکاه څلور زامن وُو: فيتون، مُلک، تاريع او احاز.</verse>
				<verse number="42">احاز د يعراه پلار وو، چې هغه د درېو زامنو پلار وو: علمت، عزماوت او زِمرى. زِمرى د موضا پلار وو،</verse>
				<verse number="43">موضا د بِنعه پلار وو، بِنعه د رفاياه، رفاياه د اِلعاسه او اِلعاسه د اصيل پلار وو.</verse>
				<verse number="44">د اصيل شپږ زامن وُو: عزريقام، بوکرو، اِسمٰعيل، سعرياه، عبدياه او حنان.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">فلستيانو د بنى اِسرائيلو خِلاف د جِلبوعه په غر باندې يو جنګ وکړو. هلته ډېر بنى اِسرائيليان ووژلے شول او د هغوئ نور پاتې کسان سره د ساؤل بادشاه او د هغۀ د زامنو وتښتېدل.</verse>
				<verse number="2">خو فلستيان ساؤل او د هغۀ زامنو ته ورنزدې شول او د ساؤل درې زامن يونتن، ابينداب او مُلکى‌شوَع يې ووژل.</verse>
				<verse number="3">د ساؤل نه ګېرچاپېره سخت جنګ وو او هغه په کښې د دشمن په غشو باندې ولګېدو او سخت زخمى شو.</verse>
				<verse number="4">نو هغه زلمى ته يې ووئيل چې کوم د هغۀ وسله وړله، ”خپله تُوره راوباسه او ما پرې ووهه، ګنې هغه ناسنته کسان به راشى او زما بې‌عزتى به کوى.“ خو زلمے يرېدو او داسې يې نۀ کول، نو ساؤل خپله تُوره واخسته او په هغې باندې يې ځان وروغورزولو.</verse>
				<verse number="5">کله چې هغه زلمى وليدل چې ساؤل مړ شو، نو هغۀ هم خپل ځان په خپله تُوره وروغورزولو او مړ شو.</verse>
				<verse number="6">نو ساؤل او د هغۀ درې واړه زامن په يو ځائ مړۀ شول او د هغۀ د اولاد هيچا هم بادشاهى ونۀ کړه.</verse>
				<verse number="7">چې د يزرعيل په وادۍ کښې چې کوم بنى اِسرائيليان وُو نو چې هغوئ خبر شول چې لښکر تښتېدلے دے او ساؤل او د هغۀ زامن مړۀ شوى دى، نو هغوئ خپل ښارونه پرېښودل او منډه يې کړه. او بيا فلستيان راغلل او ښارونه يې قبضه کړل.</verse>
				<verse number="8">په ورپسې ورځ، فلستيان د مړو لوټ کولو له لاړل او هغوئ د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه وموندل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو.</verse>
				<verse number="9">هغوئ د ساؤل سر پرې کړو، د هغۀ نه يې زغره کولاو کړه او د هغوئ سره يې ټولو فلستيانو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې خپلو معبودانو او خپلو خلقو ته دا زېرے واوروى.</verse>
				<verse number="10">هغوئ د هغۀ وسله په خپله يوه عبادتخانه کښې کېښوده او د هغۀ سر يې د خپل خُدائ دجون په عبادتخانه کښې راځوړند کړو.</verse>
				<verse number="11">کله چې د يبيس خلقو په جِلعاد کښې دا واورېدل چې فلستيانو د ساؤل سره څۀ کړى وُو،</verse>
				<verse number="12">نو د هغوئ ټول تکړه سړى لاړل او د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه يې واخستل او يبيس ته يې يوړل. هلته هغوئ دا د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې يې روژه ونيوله.</verse>
				<verse number="13">ساؤل ځکه مړ شو چې د مالِک خُدائ سره يې خيانت وکړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. هغۀ د کوډګرې ښځې په ذريعه د مړو د روحونو سره مشورې هم کولې.</verse>
				<verse number="14">په کار خو دا وُو چې د مالِک خُدائ نه يې مشوره اخستې وے. نو مالِک خُدائ هغه ووژلو او د بادشاهۍ اختيار يې د يَسى زوئ داؤد له ورکړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">بيا ټول بنى اِسرائيليان په حبرون کښې داؤد له لاړل او ورته يې ووئيل، ”مونږ ستا خپله وينه يُو.</verse>
				<verse number="2">په تېره زمانه کښې، کله چې لا ساؤل زمونږ بادشاه وو، نو تۀ هغه څوک وې چې په جنګ کښې دې د بنى اِسرائيلو مشرى کوله او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک تا سره دا لوظ وکړو چې تۀ به د هغۀ د خلقو بنى اِسرائيلو حکمران يې.“</verse>
				<verse number="3">نو د بنى اِسرائيلو ټول مشران په حبرون کښې داؤد له راغلل. هغۀ د مالِک خُدائ په مخکښې د هغوئ سره يو لوظ وکړو. هغوئ د مقررولو دپاره په هغۀ باندې تېل واچول او هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د سموئيل په ذريعه وعده کړې وه.</verse>
				<verse number="4">داؤد بادشاه او ټول بنى اِسرائيليان لاړل او د يروشلم په ښار يې حمله وکړه. په هغه وخت کښې يروشلم د يبوس په نوم يادېدو او د هغۀ مُلک اصلى اوسېدونکى يعنې يبوسيان تر هغه وخته پورې هلته اوسېدل.</verse>
				<verse number="5">يبوسيانو داؤد ته ووئيل، ”تۀ به هيڅکله ښار ته ورننه نۀ وځې.“ خو داؤد د هغوئ د صيون قلعه ونيوله او دا ځائ د داؤد په ښار مشهور شو.</verse>
				<verse number="6">داؤد وفرمائيل، ”کوم يو سړے چې اول په يبوسيانو حمله وکړى نو هغه به د لښکر مشر وى.“ يوآب چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ اول حمله وکړه او هغه د لښکر مشر شو.</verse>
				<verse number="7">داؤد په قلعه کښې د اوسېدو دپاره لاړو نو په دې وجه دا د داؤد ښار بللے شى.</verse>
				<verse number="8">هغۀ ښار جوړ کړو، د هغه ځائ نه يې شروع وکړه چرته چې بره ختلى پټى وُو او د ګېرچاپېره علاقې پورې يې خور کړو او يوآب باقى ښار بيا جوړ کړو.</verse>
				<verse number="9">داؤد نور هم تکړه کېدو، ځکه چې ربُ الافواج د هغۀ مل وو.</verse>
				<verse number="10">د داؤد د تکړه فوجيانو مشران دا دى. ټولو بنى اِسرائيلو په شريکه دا فېصله وکړه چې داؤد خپل بادشاه جوړ کړى لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه.</verse>
				<verse number="11">وړومبے د حکمون د قبيلې يسوبعام وو چې د هغه ”درېو آفسرانو“ مشر وو. هغۀ د خپلې نېزې سره د درې سوو سړو خِلاف جنګ وکړو او هغه ټول يې په يو جنګ کښې ووژل.</verse>
				<verse number="12">ورپسې د هغه درېو مشهورو کسانو نه د دودو زوئ اِلى‌عزر، چې د اخوحى د قبيلې وو.</verse>
				<verse number="13">هغه د داؤد په ملګرتيا کښې د فسدميم په جنګ کښې د فلستيانو خِلاف وجنګېدو. کله چې بنى اِسرائيلو د فلستيانو نه تښتېدل شروع کړل نو هغه د اوربشو په يو پټى کښې وو،</verse>
				<verse number="14">خو بيا هغه او د هغۀ سړى د پټى په مينځ کښې کلک ودرېدل او فلستيانو له يې شکست ورکړو. مالِک خُدائ هغۀ له يوه لويه فتح ورکړه.</verse>
				<verse number="15">يوه ورځ د مشرانو فوجيانو د دېرشو نه درې کسان يو ګټ له لاړل چرته چې داؤد د عدولام غار سره نزدې ايسار وو، چې په دې دوران کښې د فلستيانو يوې فوجى قبيلې د رفائيم په وادۍ کښې خېمې لګولې وې.</verse>
				<verse number="16">په هغه وخت کښې داؤد په يوه پخه مورچه کښې وو او د فلستيانو يوې قبيلې بيت‌لحم قبضه کړے وو.</verse>
				<verse number="17">د داؤد اوبو ته سخت زړۀ وشو او وې فرمائيل، ”کاش چې څوک ما له د بيت‌لحم دروازې سره نزدې کوهى نه لږې اوبۀ راوړى.“</verse>
				<verse number="18">نو هغه درېو مشهورو فوجيانو د فلستيانو په فوجى صفونو کښې لار جوړه کړه، د کوهى نه يې لږې اوبۀ راوويستلې او داؤد له يې راوړې. خو هغۀ دا ونۀ څښلے او د څښلو په ځائ يې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه توئ کړې</verse>
				<verse number="19">او وې فرمائيل، ”دا زۀ هيڅکله نۀ شم څښلے. دا به د دې سړو د وينې څښلو په شان وى چا چې خپل ژوند په خطره کښې واچولو.“ نو هغۀ د دې څښلو نه اِنکار وکړو. دا د هغه درېو تکړه فوجيانو د بهادرۍ کارنامې وې.</verse>
				<verse number="20">د يوآب ورور ابيشے د هغه درېو مشهورو کسانو مشر وو. هغۀ د خپلې نېزې سره د درې سوو سړو خِلاف جنګ وکړو او هغوئ يې ووژل او د هغه درېو په شان مشهور شو.</verse>
				<verse number="21">هغه د هغه درېو نه زيات مشهور وو او د هغوئ مشر شو، خو هغه په هغه درېو کښې شامل نۀ وو.</verse>
				<verse number="22">د قبضئيل د يهويدع زوئ بناياه يو تکړه فوجى وو، هغۀ ډېرې د بهادرۍ کارنامې وکړې، چې په دې کښې د دوو تکړه موآبيانو جنګيالو وژل هم شامل وُو. يو بل ځل چې واوره ورېدله نو هغه لاندې يوې کندې ته لاړو او يو زمرے يې ووژلو.</verse>
				<verse number="23">هغۀ يو مِصرے هم ووژلو، يو لوئ سړے چې تقريباً دوه نيم ګزه لوړ وو، د هغۀ نېزه د کوټې د تير هومره لويه وه. بناياه په هغۀ باندې د امسا سره حمله وکړه، د مِصرى د لاس نه يې نېزه واخستله او په هغې باندې يې ووژلو.</verse>
				<verse number="24">دا د بناياه د بهادرۍ کارنامې وې چې هغه د هغه درېو په شان مشهور وو.</verse>
				<verse number="25">هغه د هغه دېرشو نه زيات مشهور وو، خو په هغه درېو کښې شامل نۀ وو. داؤد هغه د خپلو ذاتى محافظانو مشر جوړ کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">دا هغه سړى دى چې په صِقلاج کښې د داؤد سره په هغه وخت ملګرى شول چې هغه د قيس زوئ ساؤل نه پټېدو. هغوئ د هغه جنګيالو نه وُو چا چې د داؤد په حق کښې جنګ وکړو.</verse>
				<verse number="2">دا ټول تکړه لينده چلوونکى وُو، هغوئ په ښى او ګس لاس دواړو باندې غشى او د ليندې کاڼى ويشتلے شول. هغوئ د بنيامين د قبيلې نه د ساؤل خپلوان وُو.</verse>
				<verse number="3">هغوئ د جبعه ښار نه د سماعه د زامنو د لوئ مشر اخيعزر او دوېم مشر يوآس د مشرۍ لاندې وُو. هغه فوجيان دا وُو: يزئيل او فِلِط چې د عزماوت زامن وُو، براکه او د عنتوت نه ياهُو، د جبعون اِسماعيه چې مشهور فوجى او د هغه دېرشو نه يو مشر وو، يرمياه، يحزى‌ايل، يوحانان او د جديره يوزبد، العوزى، يريموت، بعلياه، سمرياه، سفطياه خروفى، القنه، يسياه، عزراېل، يوعزر او د قورح د قبيلې يسوبعام، د جدور د يروحام زامن، يوعيله او زبدياه.</verse>
				<verse number="4"></verse>
				<verse number="5"></verse>
				<verse number="6"></verse>
				<verse number="7"></verse>
				<verse number="8">کله چې داؤد د صحرا په قلعه کښې وو نو د جاد د قبيلې نه ځينې تکړه او تجربه‌کار فوجيان د هغۀ سره ملګرى شولو. هغوئ په ډالونو او نېزو کښې ماهِران وُو، د زمرو په شان تکړه او په غرونو کښې د هوسۍ په شان تېزې منډې يې وهلې.</verse>
				<verse number="9">د هغوئ عُهدې په دې ترتيب باندې وې: د ټولو مشر ايصر، ورپسې عبدياه، اِلياب، مسمنه، يرمياه، عتى، اِلى‌ايل، يوحانان، الزباد، يرمياه او مکبنى.</verse>
				<verse number="10"></verse>
				<verse number="11"></verse>
				<verse number="12"></verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14">د جاد قبيلې جنګيالى فوجى مشران وُو. د هغوئ د ټولو نه کمزورو جنګيالو د سلو فوجيانو سره جنګ کولے شو او تکړه جنګيالو د زرو خِلاف جنګ کولے شو.</verse>
				<verse number="15">د يو کال په وړومبۍ مياشت کښې، په هغه وخت کښې چې د اُردن په سيند کښې اوبۀ د غاړو نه اوړېدلې، نو هغوئ د سيند نه پورې وتل، هغه خلق يې خوارۀ وارۀ کړل کوم چې د سيند نمرخاتۀ او نمرپرېواتۀ دواړو طرفونو ته په وادۍ کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="16">يو ځل د بنيامين او يهوداه د قبيلو د سړو يوه ډله هغه قلعې ته لاړه چرته چې داؤد وو.</verse>
				<verse number="17">داؤد مِلاوېدو له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د دوستانو په شان دلته زما مدد له راغلى يئ، نو په خېر راغلئ. زمونږ سره ملګرى شئ. خو کۀ ستاسو اراده دا وى چې دوکه مې کړئ او دشمن ته مې حواله کړئ، اګر چې ما تاسو له د تکليف رسولو کوشش هم نۀ دے کړے، نو زمونږ د پلار نيکۀ خُدائ پاک به د دې نه خبر شى او تاسو له به سزا درکړى.“</verse>
				<verse number="18">د خُدائ پاک روح د هغوئ په يو کس عماسى باندې راغلو، چې هغه وروستو د هغه دېرشو مشر شو او هغۀ چغه ووهله، ”د يَسى زوئ داؤده، مونږ ستا يُو. کاميابى دې ستا او د هغوئ وى چې څوک ستا مدد کوى. ځکه چې خُدائ پاک ستا مل دے.“ داؤد هغوئ ته په خېر راغلے ووئيلو او په خپل لښکر يې آفسران جوړ کړل.</verse>
				<verse number="19">د منسى قبيلې څۀ فوجيان واوړېدل او د داؤد په طرف شول، دا په هغه وخت کښې چې کله هغه د فلستيانو سره د ساؤل بادشاه خِلاف جنګ له روان وو. په آخر کښې هغوئ د فلستيانو مدد نۀ شو کولے، ځکه چې د هغوئ بادشاهان د دې نه يرېدل چې داؤد به د هغوئ نه خپل پخوانى نېک ساؤل ته واوړى، نو هغه يې واپس صِقلاج ته ولېږلو.</verse>
				<verse number="20">دا د منسى هغه فوجيان دى چې کله داؤد واپس صِقلاج له راتلو نو هغوئ د هغۀ په طرف شول: عدنه، يوزبد، يديعيل، ميکائيل، يوزبد، اليهُو او ضلتى. په منسى کښې د هغوئ هر يو د زرو زرو سړو فوجى قبيلې وې.</verse>
				<verse number="21">هغوئ د هغه ډلو خِلاف د داؤد ملګرتيا وکړه چې څوک ډاکوان وُو، ځکه چې هغوئ ټول تکړه جنګيالى وُو او د هغۀ د لښکر مشران وُو.</verse>
				<verse number="22">تقريباً هره ورځ به نوى سړى د داؤد سره شاملېدل، تر دې پورې چې د هغۀ لښکر د خُدائ پاک د لښکر په شان لوئ شو.</verse>
				<verse number="23">کله چې داؤد په حبرون کښې وو، نو ډېر تکړه فوجيان د هغۀ په لښکر کښې ملګرى شول د دې دپاره چې د ساؤل په ځائ يې بادشاه جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه. د هغوئ شمېر داسې وو: يهوداه: شپږ زره او اتۀ سوه ښۀ وسله بند سړى، چې ډالونه او نېزې ورسره وې، شمعون: اووۀ زره او سل ښۀ تکړه سړى، ليوى: څلور زره او شپږ سوه سړى، د هارون اولاد، د يهويدع ډله: درې زره او اووۀ سوه سړى، په دې کښې يو بهادر جنګيالے زلمے صدوق هم شامل وو، سره د هغۀ د دوويشتو خپلوانو چې ټول آفسران وُو، بنيامين چې د ساؤل خپله قبيله وه: درې زره سړى (د بنيامين زيات خلق د ساؤل وفادار پاتې شوى وُو)، اِفرائيم: شل زره او اتۀ سوه تکړه سړى چې په خپلو ډلو کښې مشهور وُو، نمر پرېواتۀ طرف ته منسى: اتلس زره سړى چې د داؤد د بادشاه جوړولو دپاره خوښ کړے شول، يساکار: دوه سوه سړى، سره د هغه سړو چې د هغوئ د مشرۍ لاندې وُو (دا مشران په حالاتو او واقعاتو باندې پوهېدل او هغوئ ته پته وه چې بنى اِسرائيلو له څۀ کول په کار دى)، زبولون: پنځوس زره وفادار او داسې اعتبارى سړى چې د جنګ دپاره تيار وُو، چې د هر قِسم وسلې په استعمالېدو باندې پوهېدل، نفتالى: يو زر مشران، سره د اوو دېرشو زرو سړو چې په ډالونو او نېزو باندې وسله بند وُو، دان: اتۀويشت زره او شپږ سوه تکړه سړى، آشر: څلوېښت زره سړى چې د جنګ دپاره تيار وُو، د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته قبيلې، روبين، جاد او نمرخاتۀ طرف ته منسى: يو سل او شل زره سړى چې د هر قِسم وسلې په استعمالېدو باندې پوهېدل.</verse>
				<verse number="24">دا ټول فوجيان چې د جنګ دپاره تيار وُو، حبرون ته لاړل. د هغوئ اراده دا وه چې داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړى. نو د ټولو بنى اِسرائيلو په دې خبره باندې اتفاق وو.</verse>
				<verse number="25">هغوئ هلته د داؤد سره درې ورځې تېرې کړې، د هغه مېلمستيا نه يې خوړل څښل کول چې د هغوئ خپلوانو ورله تيار کړے وو.</verse>
				<verse number="26">د شمالى قبيلو د يساکار، زبولون او نفتالى پورې خلق د خرونو، اوښانو، قچرو او غوَيو سره راتلل چې په خوراک، اوړو، اينځرو، کشمشو، ميو او د زيتُونو تېلو باندې بار وُو. هغوئ څاروى او ګډې هم راوستل چې حلالې يې کړى او وې خورى. دا هر څۀ د هغه خوشحالۍ اظهار وو چې په ټول مُلک کښې محسوسېدله.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">داؤد بادشاه د هغه ټولو آفسرانو سره مشوره وکړه چې زرو سړو د ډلو او د سلو سړو د ډلو مشران وُو.</verse>
				<verse number="2">بيا هغۀ ټولو بنى اِسرائيلو ته اِعلان وکړو چې، ”کۀ تاسو ته منظوره وى او کۀ دا د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک رضا وى، نو راځئ چې زمونږ باقى خلقو له او د هغوئ په ښارونو کښې اِمامانو او ليويانو له پېغام وړُونکى ولېږُو او هغوئ ته ووايو چې دلته مونږ سره راغونډ شى.</verse>
				<verse number="3">نو بيا به مونږ لاړ شُو او د خُدائ پاک د لوظ صندوق به راوړُو، چې د ساؤل بادشاه په وخت کښې ورته توجو نۀ وه شوې.“</verse>
				<verse number="4">ټول خلق دې ته راضى شول، ځکه چې خلقو ته پته ولګېده چې دا خبره صحيح ده.</verse>
				<verse number="5">نو داؤد د ټول مُلک نه بنى اِسرائيليان راغونډ کړل، په جنوب کښې د مِصر د سرحد نه واخله په شمال کښې د حمات درې پورې، د دې دپاره چې د لوظ صندوق د قِريَت‌يعريم نه يروشلم ته راوړى.</verse>
				<verse number="6">داؤد او نور ټول بنى اِسرائيليان د بعله يعنې قِريَت‌يعريم ښار ته لاړل چې د يهوداه په علاقه کښې دے، د دې دپاره چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق راوړى، هغه صندوق چې د مالِک خُدائ په نوم ياديږى چې هغه د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت باندې دے.</verse>
				<verse number="7">د ابينداب د کور نه هغوئ د لوظ صندوق راوويستلو او په يوه نوې ګاډۍ باندې يې کېښودو. عُزه او اخيو د ګاډۍ لارښودنه کوله،</verse>
				<verse number="8">په دې دوران کښې داؤد او ټول خلق د خپل ټول طاقت سره د خُدائ پاک د درناوى دپاره ګډېدل. سندرې يې وئيلې او ربابُونه، تمبلونه، چمټې او بيګلې يې غږولې.</verse>
				<verse number="9">کله چې هغوئ د کيدون درمند ته راغلل، نو غوَيانو تيندک وخوړو، عُزه خپل لاس وراوږد کړو او د لوظ صندوق يې رايسار کړو.</verse>
				<verse number="10">نو مالِک خُدائ سمدستى عُزه ته غصه شو او صندوق له د لاس د وړلو په وجه يې ووژلو. هغه هلته د خُدائ پاک په حضور کښې مړ شو،</verse>
				<verse number="11">داؤد په قهر وو ځکه چې مالِک خُدائ عُزه له په غصه کښې سزا ورکړې وه. نو هغه ځائ تر اوسه پورې فارص‌عُزه بللے شى.</verse>
				<verse number="12">بيا داؤد د خُدائ پاک نه ويرېدو او وې فرمائيل، ”زۀ اوس د لوظ صندوق څنګه د ځان سره يوسم؟“</verse>
				<verse number="13">نو داؤد دا د ځان سره په يروشلم کښې د داؤد ښار ته يو نۀ وړو. د هغې په ځائ دا يې د يو سړى په کور کښې پرېښودو چې نوم يې عوبيد ادوم وو، چې د جات ښار نه وو.</verse>
				<verse number="14">دا هلته درې مياشتې پاتې شو او مالِک خُدائ د عوبيد ادوم خاندان او هغه هر څۀ له برکت ورکړو چې د هغۀ وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">د صور بادشاه حيرام داؤد له پېغام وړُونکى ولېږل، هغۀ ورله د دِيار د لرګو سره د کاڼو، ګِلکارانو او ترکاڼانو بندوبست وکړو چې يو محل جوړ کړى.</verse>
				<verse number="2">نو داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړے دے او د خپلو خلقو په خاطر يې د هغۀ بادشاهۍ له برکت ورکړے دے.</verse>
				<verse number="3">هلته په يروشلم کښې داؤد نورې ښځې وادۀ کړې او نور زامن او لوڼه يې پېدا شوې.</verse>
				<verse number="4">د هغۀ دا بچى په يروشلم کښې پېدا شوى وُو: سموع، سوباب، ناتن، سليمان،</verse>
				<verse number="5">اِبحار، اليسوع، الفالط،</verse>
				<verse number="6">نجه، نفج، يفيع،</verse>
				<verse number="7">اليسمع، بعليدع او اليفلط.</verse>
				<verse number="8">کله چې فلستيان خبر شول چې هغه د بنى اِسرائيل په ټول مُلک باندې بادشاه جوړ شوے دے، نو د هغوئ ټول لښکر د هغۀ د نيولو دپاره لاړو. او داؤد د هغوئ سره جنګ له روان شو.</verse>
				<verse number="9">فلستيان د رفائيم وادۍ ته رسېدلى وُو او لوټ مار يې شروع کړو.</verse>
				<verse number="10">داؤد د خُدائ پاک نه تپوس وکړو، ”ما له په فلستيانو باندې حمله کول په کار دى څۀ؟ تۀ به ما له فتح راکړې؟“ مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”آو، حمله پرې وکړه. زۀ به تا له فتح درکړم.“</verse>
				<verse number="11">نو داؤد په بعل‌پراضيم کښې په هغوئ باندې حمله وکړه او شکست يې ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”خُدائ پاک زۀ د سېلاب په شان استعمال کړے يم چې د دشمن لښکر په مخه يوسم.“ نو په دې وجه د هغه ځائ نوم بعل‌پراضيم دے.</verse>
				<verse number="12">کله چې فلستيان تښتېدل، نو هغوئ خپل بُتان د ځان نه وروستو پرېښودل او داؤد حُکم وکړو چې دا دې وسوزولے شى.</verse>
				<verse number="13">خو لږ وخت پس فلستيان وادۍ ته راواپس شول او لوټ مار يې شروع کړو.</verse>
				<verse number="14">داؤد يو ځل بيا د خُدائ پاک سره مشوره وکړه او خُدائ پاک جواب ورکړو، ”په هغوئ باندې د دې ځائ نه حمله مۀ کوه، خو ورله راتاو شه او د بل طرف نه ورباندې د حملې کولو تيارے وکړه، چرته چې د تُوت ونې دى.</verse>
				<verse number="15">کله چې د ونو په سرونو د تګ آواز واورې، نو بيا حمله وکړه، زۀ به ستاسو نه مخکښې د دې دپاره روان يم چې د فلستيانو لښکر له شکست ورکړم.“</verse>
				<verse number="16">نو داؤد هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو او هغه د جبعون نه تر جزر پورې په فلستيانو پسې وو.</verse>
				<verse number="17">د داؤد شُهرت په هر ځائ کښې خور شو او مالِک خُدائ ټول قومونه د هغۀ نه يرول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">داؤد د ځان دپاره د داؤد په ښار کښې کورونه جوړ کړل. هغۀ د خُدائ پاک د لوظ صندوق دپاره هم يو ځائ تيار کړو او د دې دپاره يې يوه خېمه ودروله.</verse>
				<verse number="2">بيا هغۀ وفرمائيل، ”صِرف ليويان به د لوظ صندوق وړى، ځکه چې هغوئ هغه څوک دى چې مالِک خُدائ د دې د وړلو دپاره خوښ کړى دى او چې د همېشه دپاره د هغۀ خِدمت کوى.“</verse>
				<verse number="3">نو داؤد ټول بنى اِسرائيليان د دې دپاره راغونډ کړل چې د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړى چې کوم يې ورله تيار کړے وو.</verse>
				<verse number="4">نو بيا هغۀ د هارون اولاد او ليويانو راوغوښتلو.</verse>
				<verse number="5">د قُهات د قبيلې اورى‌اېل خوښ کړے شو، چې د خپلې قبيلې د يو سل او شلو کسانو مشر وو،</verse>
				<verse number="6">د مرارى قبيلې نه عساياه، چې د خپلې قبيلې د دوو سوو او شلو کسانو مشر وو،</verse>
				<verse number="7">د جيرسون قبيلې نه يوايل، چې د خپلې قبيلې د يو سل او دېرشو کسانو مشر وو،</verse>
				<verse number="8">د اليصفن قبيلې نه سمعياه، چې د دوو سوو کسانو مشر وو،</verse>
				<verse number="9">د حبرون قبيلې نه اِلى‌ايل، چې د اتياو کسانو مشر وو،</verse>
				<verse number="10">د عُزى‌اېل قبيلې نه عمى‌نداب، چې د خپلې قبيلې د يو سل او دولسو کسانو مشر وو.</verse>
				<verse number="11">داؤد صدوق او ابياتار اِمامان او دا شپږ ليويان يې راوغوښتل: اورى‌اېل، عساياه، يوايل، سمعياه، اِلى‌ايل او عمى‌نداب.</verse>
				<verse number="12">هغۀ ورته وفرمائيل، ”تاسو د ليويانو قبيلې مشران يئ. خپل ځانونه او خپل ليويان پاک کړئ، نو چې تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړئ چې ما ورله تيار کړے دے.</verse>
				<verse number="13">په وړومبى ځل تاسو دا رانۀ وړو، نو ځکه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له سزا راکړې ده چې مونږ د هغۀ نه دا تپوس نۀ دے کړے چې څنګه يې يوسو.“</verse>
				<verse number="14">بيا اِمامانو او ليويانو د دې دپاره خپل ځانونه پاک کړل چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق يروشلم ته يوسى.</verse>
				<verse number="15">ليويانو دا د بازوګانو په ذريعه په خپلو ولو باندې يوړو، لکه څنګه چې موسىٰ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="16">داؤد د ليويانو مشرانو له حُکم ورکړو چې څۀ ليويانو ته يې سندرې وئيل، او په بينجو، رباب او په چمټو باندې خوندوره موسيقى غږول حواله کړى.</verse>
				<verse number="17">د سندرغاړو د ډلو نه هغوئ دا سړى خوښ کړل چې د زېړو چمټې وغږوى: د يوايل زوئ هيمان، د هغۀ خپلوان، د برکياه زوئ آسف او د مرارى قبيلې د قوساياه زوئ ايتان. د هغوئ د مدد او غږولو دپاره يې دا ليويان خوښ کړل چې د دروند آواز والا بينجو وغږوى: زکرياه، عُزى‌ايل، سميراموت، يحى‌ايل، عُنى، اِلياب، معسياه او بناياه. د سپک آواز والا بينجو غږولو دپاره هغوئ دا ليويان خوښ کړل: متتياه، الفلهُو، مِقنياه، عززياه او د عبادتخانې څوکيداران، عوبيد ادوم او يعى‌ايل.</verse>
				<verse number="18"></verse>
				<verse number="19"></verse>
				<verse number="20"></verse>
				<verse number="21"></verse>
				<verse number="22">په موسيقۍ کښې د مهارت په وجه کنعنياه د دې دپاره خوښ کړے شوے وو چې د ليوى موسيقارانو مشر شى.</verse>
				<verse number="23">برکياه او القنه سره د عوبيد ادوم او يحياه، د لوظ صندوق څوکيداران خوښ کړے شوى وُو. دا اِمامان د تلو په وخت د لوظ صندوق په مخکښې د بيګلو غږولو دپاره خوښ کړے شوى وُو: شبنياه، يوسفط، نتنى‌ايل، عماسى، زکرياه، بناياه او اِلى‌عزر.</verse>
				<verse number="24"></verse>
				<verse number="25">نو داؤد بادشاه، د بنى اِسرائيلو مشران او فوجى مشران د عوبيد ادوم کور ته لاړل چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق راوچت کړى. او هغوئ يو لوئ جشن جوړ کړے وو.</verse>
				<verse number="26">هغوئ اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان حلال کړل، چې دا خبره يقينى شى چې مالِک خُدائ به د هغه ليويانو سره مدد کوى چا چې د لوظ صندوق وړلو.</verse>
				<verse number="27">داؤد د مهينې لټې نه جوړه شوې چُوغه اغوستې وه او موسيقارانو، د هغوئ مشر کنعنياه او هغه ليويانو هم د مهينې لټې چُوغې اغوستې وې چا چې صندوق وړلو. داؤد د لټې پېش بند هم اغوستے وو.</verse>
				<verse number="28">نو داسې ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق سره يروشلم ته روان وُو. او د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې، د بيګلو، ښکرو، چمټو او بينجو د موسيقۍ آوازونه وُو.</verse>
				<verse number="29">کله چې د لوظ صندوق ښار ته راوړلے شو، نو په دې وخت کښې د ساؤل لور او د داؤد ښځې ميکل د کړکۍ نه بهر وکتل او وې ليدل چې داؤد بادشاه د خوشحالۍ نه ټوپونه وهل، نو هغې ورته په زړۀ کښې سپک وکتل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">هغوئ د لوظ صندوق هغه خېمې ته يوړو چې داؤد ورله تياره کړې وه او هغه يې په خېمه کښې دننه کېښودو. بيا هغوئ خُدائ پاک ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې.</verse>
				<verse number="2">کله چې داؤد سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کول بس کړل، نو هغۀ د مالِک خُدائ په نوم باندې خلقو له برکت ورکړو.</verse>
				<verse number="3">بيا هغۀ په ټول بنى اِسرائيل کښې هر سړى او ښځې له يوه روټۍ، د غوښې يوه برخه او څۀ کشمش ورکړل.</verse>
				<verse number="4">داؤد څۀ ليويان مقرر کړل چې د لوظ صندوق مخامخ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت وکړى او د هغۀ ثناء صِفت وکړى.</verse>
				<verse number="5">آسف د هغوئ مشر وو او دا سړى د هغۀ مددګاران مقرر شُو: زکرياه، يعى‌ايل، سميراموت، يحى‌ايل، متتياه، اِلياب، بناياه، عوبيد ادوم او يعى‌ايل. هغوئ به بينجو غږولې. آسف چمټې غږولې،</verse>
				<verse number="6">او دې دوو اِمامانو بناياه او يحزى‌ايل به د لوظ صندوق په وړاندې هره ورځ بيګلې غږولې.</verse>
				<verse number="7">هم په هغه ورځ داؤد آسف او د هغۀ ليويانو له د مالِک خُدائ د ثناء صِفت کولو ذمه وارى ورکړه.</verse>
				<verse number="8">د مالِک خُدائ شکريه ادا کړئ، د هغۀ د لويئ اِعلان وکړئ، قومونو ته ووايئ چې هغۀ څۀ کړى دى.</verse>
				<verse number="9">د مالِک خُدائ حمد‌و‌ثناء ووايئ، د هغه عجيبه کارونو په حقله ووايئ چې هغۀ کړى دى.</verse>
				<verse number="10">په دې باندې خوشحالى وکړئ چې مونږ د هغۀ يُو، چې څوک د هغۀ طلب کوى هغه ټول دې خوشحاله شى.</verse>
				<verse number="11">د مالِک خُدائ او د هغۀ د طاقت لټون کوئ او هر وخت د هغۀ په حضور کښې اوسئ.</verse>
				<verse number="12">د خُدائ پاک د خِدمت کوونکى يعقوب اولاده، د هغه بنى اِسرائيل اولاده، چې کوم خُدائ پاک خوښ کړے وو، هغه معجزې يادې ساتئ چې خُدائ پاک کړى دى او هغه عدالت چې کوم هغۀ کړے دے.</verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14">هغه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے، د هغۀ حُکمونه د ټولې دُنيا دپاره دى.</verse>
				<verse number="15">د خُدائ پاک لوظ هيڅکله مۀ هېروئ، چې کوم د پېړو پېړو پورې نۀ ختمېدونکے لوظ دے،</verse>
				<verse number="16">کوم لوظ چې هغۀ د اِبراهيم سره کړے وو، هغه وعده چې هغۀ د اِسحاق سره کړې وه.</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ د يعقوب سره يو لوظ وکړو، هغه لوظ چې نۀ ختمېدونکے دے.</verse>
				<verse number="18">هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به تاسو له د کنعان مُلک درکړم، دا به ستاسو خپل ميراث شى.“</verse>
				<verse number="19">د خُدائ پاک خلق په شمېر کښې کم وُو، چې د کنعان په مُلک کښې مسافر وُو.</verse>
				<verse number="20">هغوئ د يو مُلک نه بل مُلک ته سرګردانه ګرځېدل، د يوې بادشاهۍ نه بلې بادشاهۍ ته تلل راتلل.</verse>
				<verse number="21">خو خُدائ پاک هيڅ څوک پرې نۀ ښودل چې د هغوئ سره بد سلوک وکړى، د هغوئ د حِفاظت دپاره هغۀ بادشاهانو له خبردارے ورکړو،</verse>
				<verse number="22">”زما خوښ کړے شوو خِدمت کوونکو ته ضرر مۀ رسوئ، زما پېغمبرانو ته تکليف مۀ رسوئ.“</verse>
				<verse number="23">اے ټولې دُنيا، د مالِک خُدائ صِفت وکړئ، د هغه زېرى اِعلان هره ورځ کوئ چې هغه بچ کول کوى.</verse>
				<verse number="24">قومونو ته د هغۀ د جلال اِعلان وکړئ، ټولو خلقو ته د هغۀ د عجيبه کارنامو بيان وکړئ.</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ لوئ دے او د هغۀ دې لوئى او ثناء صِفت وشى، د نورو ټولو خُدايانو نه دې د هغۀ زيات درناوے وشى.</verse>
				<verse number="26">د نورو ټولو قومونو خُدايان تش بُتان دى، خو مالِک خُدائ آسمانونه پېدا کړى دى.</verse>
				<verse number="27">د هغۀ نه ګېرچاپېره جلال او عزت دے، د هغۀ عبادتخانه د طاقت او د خوشحالۍ نه ډکه ده.</verse>
				<verse number="28">د زمکې ټولو قومونو، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ.</verse>
				<verse number="29">د مالِک خُدائ د ستائنې وړ نوم لوئى بيان کړئ، نذرانه راوړئ او د هغۀ حضور ته راشئ. کله چې هغه مقدسه هستى څرګنديږى نو د هغۀ په وړاندې سجده وکړئ،</verse>
				<verse number="30">اے ټولې دُنيا، د هغۀ په مخکښې ورېږدېږئ. زمکه پخه لګولے شوې ده او نۀ شى خوځېدلے.</verse>
				<verse number="31">اے آسمانه او اے زمکې، خوشحالى وکړئ، قومونو ته ووايئ چې مالِک خُدائ بادشاه دے.</verse>
				<verse number="32">سمندر او په هغې کښې مخلوق دې وغړمبيږى، پټى او په دې کښې هر څۀ دې خوشحالى وکړى.</verse>
				<verse number="33">د ځنګل ونې به د خوشحالۍ نه چغې ووهى. هغه وخت چې مالِک خُدائ په زمکه بادشاهۍ له راځى.</verse>
				<verse number="34">د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده.</verse>
				<verse number="35">هغۀ ته ووايئ، ”اے زمونږ خلاصوونکيه خُدايه پاکه. مونږ بچ کړه، مونږ په يو ځائ راغونډ کړه، د قومونو نه مو بچ کړه، نو چې داسې مونږ شُکر ګزار شُو او ستا د پاک نوم ستائينه وکړُو.</verse>
				<verse number="36">د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ستائينه اوس او د همېشه دپاره کوئ.“ بيا ټولو خلقو ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، آمين.“</verse>
				<verse number="37">داؤد بادشاه آسف او د هغۀ ملګرى ليويان د هرې ورځې د خِدمت دپاره مقرر کړل چې په هغه ځائ کښې کېدو چرته چې د لوظ صندوق کېښودلے شو. هغوئ به هلته هره ورځ خپلې ذمه وارۍ پوره کولې.</verse>
				<verse number="38">د يدوتون زوئ عوبيد ادوم او د هغۀ د قبيلې اتۀ شپېتۀ سړو د هغوئ مدد کولو. حوسه او عوبيد ادوم د دروازو د څوکيدارۍ مشران وُو.</verse>
				<verse number="39">په دې دوران کښې، داؤد صدوق اِمام او د هغۀ ملګرى اِمامان د جبعون د عبادت په ځائ کښې د مالِک خُدائ په مقدسه خېمه کښې مقرر کړل.</verse>
				<verse number="40">هر سحر او هر ماښام به هغوئ په قربان‌ګاه باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولې. دا د هغه ليکلى قانون په مطابق وُو کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له ورکړے وو.</verse>
				<verse number="41">هلته د هغوئ سره هيمان، يدوتون او نور کسان وُو چې کوم خصوصاً د مالِک خُدائ د نۀ ختمېدونکې مينې د ثناء صِفت کولو دپاره خوښ کړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="42">هيمان او يدوتون د بيګلو، چمټو او د موسيقۍ د نورو څيزونو مشرى هم کوله چې په هغه وخت کښې غږولے شول چې کله ثناء صِفت وئيلے شو. د يدوتون زامن د دروازې په څوکيدارۍ مقرر وُو.</verse>
				<verse number="43">نو بيا ټول خلق خپلو خپلو کورونو ته واپس شول او داؤد هم لاړو چې د خپل خاندان د برکت سبب شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">نو کله چې داؤد بادشاه په خپل محل کښې اوسېدو، يوه ورځ هغۀ ناتن پېغمبر راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې ښائسته کور کښې اوسېږم چې د دِيار د لرګى نه جوړ دے، خو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په خېمه کښې پروت دے.“</verse>
				<verse number="2">ناتن ورته وفرمائيل، ”ستا په زړۀ کښې چې څۀ وى نو هم هغه شان وکړه، ځکه چې خُدائ پاک ستا مل دے.“</verse>
				<verse number="3">خو په هغه شپه د خُدائ پاک کلام په ناتن نازل شو چې،</verse>
				<verse number="4">”لاړ شه او زما خِدمت کوونکى داؤد ته ووايه چې مالِک خُدائ داسې فرمائى چې تۀ هغه څوک نۀ يې چې زما د اوسېدو دپاره يو کور جوړ کړې.</verse>
				<verse number="5">د هغه وخت نه واخله چې ما بنى اِسرائيليان د مِصر نه راويستلى دى تر اوسه پورې، زۀ هيڅکله په يو کور کښې نۀ يم اوسېدلے، زۀ همېشه په يوه خېمه کښې اوسېدلے يم چې د يو ځائ نه به بل ځائ ته تلم.</verse>
				<verse number="6">ما چې د بنى اِسرائيلو سره څومره سفر هم کړے دے او چې ما څوک د خپلو خلقو د رهنمائى دپاره مقرر کړى دى ما د هغوئ يو کس ته هم نۀ دى وئيلى چې هغوئ زما دپاره د دِيار نه يو کور ولې نۀ دے جوړ کړے.</verse>
				<verse number="7">نو زما خِدمت کوونکى داؤد ته ووايه چې زۀ ربُ الافواج هغۀ ته وايم چې ما تۀ په پټو کښې د ګډو د شپونتوب نه اوچت کړې او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه مې جوړ کړې.</verse>
				<verse number="8">تۀ چې چرته هم تلے يې نو زۀ ستا مل وم او چې تۀ مخ په وړاندې تلې نو ما ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکړے دے. زۀ به تا د دُنيا د لويو مشرانو په شان مشهور کړم.</verse>
				<verse number="9">ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره يو ځائ خوښ کړے دے او هلته مې آباد کړى دى، چې هلته به هغوئ بغېر د څۀ تکليف نه ژوند تېروى. د کوم وخت نه چې هغوئ دې مُلک ته ننوتلى دى او ما ورباندې قاضيان مقرر کړى وُو تر نن ورځې پورې په هغوئ باندې ظالمان خلق زياتے کوى، خو داسې به بيا نۀ کيږى. زۀ دا وعده کوم چې زۀ به ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکړم او اولاد به درکړم.</verse>
				<verse number="10"></verse>
				<verse number="11">کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ سره ښخ شې، نو زۀ به ستا د زامنو نه يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به مضبوطه کړم.</verse>
				<verse number="12">هغه به هغه څوک وى چې زما دپاره يو کور جوړ کړى او زۀ به دا خبره يقينى کړم چې د هغۀ بادشاهى به د همېشه دپاره قائمه وى.</verse>
				<verse number="13">زۀ به د هغۀ پلار يم او هغه به زما زوئ وى. زۀ به د هغۀ نه خپله نۀ ختمېدونکې مينه نۀ لرې کوم لکه څنګه چې ما د ساؤل نه لرې کړه، چې هغه ما د دې دپاره لرې کړو چې تۀ بادشاه شې.</verse>
				<verse number="14">زۀ به هغه زما د کور او زما د بادشاهۍ د همېشه دپاره مشر جوړ کړم. د هغۀ بادشاهى به هيڅکله نۀ ختميږى.“</verse>
				<verse number="15">ناتن داؤد ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ ورته په رويا کښې ښودلى وُو او کلام يې هم ورسره کړے وو.</verse>
				<verse number="16">بيا داؤد بادشاه د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته وردننه شو، کښېناستو او دُعا يې وکړه، ”مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، زۀ څوک يم او زما خاندان به څۀ وى چې تا مونږ تر دې پورې راورسولو.</verse>
				<verse number="17">خو تۀ نور هم ډېر څۀ کوې، تا په راتلونکى وخت کښې زما د اولاد په حقله وعدې کړې دى او مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، تۀ ما سره د يو اوچت مقام لرونکى کس په شان سلوک کوې.</verse>
				<verse number="18">زۀ نور تا ته څۀ ووايم. تۀ ما ښۀ پېژنې او بيا هم د خپل خِدمت کوونکى يعنې زما درناوے کوې.</verse>
				<verse number="19">اے مالِکه خُدايه، د خپل خِدمت کوونکى د خاطره، او د خپلې مرضۍ په مطابق تا دا ټول لوئ لوئ کارونه کړى او ښودلى دى.</verse>
				<verse number="20">مالِکه خُدايه، ستا په شان هيڅ څوک هم نشته، مونږ هيڅکله دا نۀ دى اورېدلى چې ستا په شان بل خُدائ پاک شته.</verse>
				<verse number="21">د زمکې په مخ د بنى اِسرائيلو په شان بل قوم نشته، کوم چې تا په بيعه د غلامۍ نه آزاد کړل چې ستا خپل خلق شى. تا چې کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى دى د هغې په وجه ستا نوم مشهور شو. تا خپل خلق د مِصر نه آزاد کړل او چې کله هغوئ مخ په وړاندې تلل نو تا هغه نور قومونه وشړل.</verse>
				<verse number="22">تا بنى اِسرائيليان د همېشه دپاره خپل خلق جوړ کړى دى او مالِکه خُدايه اوس تۀ د هغوئ خُدائ پاک جوړ شوے يې.</verse>
				<verse number="23">نو اوس، اے مالِکه خُدايه، تا چې زما او زما د اولاد په حقله کومې وعدې کړې دى هغه د همېشه دپاره پوره کړه او هغه څۀ وکړه چې تا د څۀ په حقله فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="24">ستا شُهرت به لوئ وى او خلق به د تل دپاره وائى چې، ”ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.“ او تۀ به د همېشه دپاره زما د اولاد د بادشاهۍ حِفاظت کوې.</verse>
				<verse number="25">زما خُدايه پاکه، زۀ دا جرأت کوم چې زۀ ستا نه دا سوال وکړم، ځکه چې دا هر څۀ تا خپل خِدمت کوونکى يعنې ما ته څرګند کړى دى او تا ما ته فرمائيلى دى چې تۀ به زما اولاد نه بادشاهان جوړوې.</verse>
				<verse number="26">مالِکه خُدايه، تۀ خُدائ پاک يې او تا د خپل خِدمت کوونکى سره د دې ښو څيزونو وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="27">نو زۀ تا ته سوال کوم چې زما اولاد له برکت ورکړه. مالِکه خُدايه، هغوئ به د همېشه دپاره ستا په برکت کښې پاتې شى او ستا برکت دې د همېشه دپاره د هغوئ سره وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">څۀ موده وروستو داؤد بادشاه يو ځل بيا په فلستيانو حمله وکړه او شکست يې ورکړو. هغۀ د هغوئ د قبضې نه د جات ښار او ګېرچاپېره کلى واخستل.</verse>
				<verse number="2">هغۀ موآبيانو له هم شکست ورکړو، او هغوئ د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو.</verse>
				<verse number="3">بيا، داؤد د ضوباه بادشاه هدد‌عزر له شکست ورکړو او د حمات پورې لاړو، ځکه چې کله هددعزر مخ په وړاندې تلو نو د فرات سيند پورې علاقه يې قبضه کړه.</verse>
				<verse number="4">داؤد د هغۀ يو زر جنګى ګاډۍ، اووۀ زره په آسونو سوارۀ سړى او شل زره پياده فوجيان ونيول. هغۀ دومره آسونه پرېښودل چې د سلو جنګى ګاډو دپاره کافى وُو او باقى چې کوم پاتې وُو نو هغه ټول يې ګوډ کړل.</verse>
				<verse number="5">کله چې د دمشق شاميانو د هدد‌عزر بادشاه د مدد دپاره يو لښکر ولېږلو، نو داؤد ورباندې حمله وکړه او دوويشت زره سړى يې ترې نه ووژل.</verse>
				<verse number="6">بيا هغۀ د هغوئ په علاقه کښې فوجى کېمپونه ولګول او هغوئ د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله.</verse>
				<verse number="7">داؤد د سرو زرو هغه ډالونه قبضه کړل چې کوم د هدد‌عزر آفسرانو وړل او دا يې يروشلم ته يوړل.</verse>
				<verse number="8">هغۀ د طِبخت او قون ښارونو نه په لوئ مِقدار کښې زېړ هم يوړل، چې په دې ښارونو باندې هدد‌عزر بادشاهى کوله. وروستو سليمان دا د زېړو ډيګۍ، ستنو او د عبادتخانې د زېړو د لوښو جوړولو دپاره استعمال کړل.</verse>
				<verse number="9">د حمات بادشاه توعو خبر شو چې داؤد د هدد‌عزر ټول لښکر له شکست ورکړے دے.</verse>
				<verse number="10">نو هغۀ خپل زوئ هدورام ورولېږلو چې داؤد بادشاه ته ستړى مشى وکړى او په هدد‌عزر باندې د فتح موندلو مبارکى ورکړى، چې د هغۀ خِلاف توعو څو ځلې جنګېدلے وو. هدورام داؤد له تُحفې راوړې چې د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو نه جوړې وې.</verse>
				<verse number="11">داؤد بادشاه دا څيزونه وقف کړل چې په عبادت کښې استعمال شى، سره د هغه سپينو او سرو زرو چې د هغه قومونو نه يې اخستى وُو چې کوم يې فتح کړى وُو لکه چې ادوم، موآب، عمون، فلستيه او عماليق.</verse>
				<verse number="12">ابيشى چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ د مالګې په مېدان کښې ادوميانو له شکست ورکړو او د هغوئ نه يې اتلس زره کسان ووژل.</verse>
				<verse number="13">هغۀ په ټول ادوم کښې فوجى کېمپونه ولګول او د هغه ځائ خلق د داؤد د بادشاهۍ لاندې راغلل. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله.</verse>
				<verse number="14">داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو او دا خبره يې يقينى کړه چې د هغۀ د خلقو سره همېشه د حق او اِنصاف سلوک کيږى.</verse>
				<verse number="15">د ابيشى ورور يوآب د فوج مشر وو، د اخيلود زوئ يهوسفط منشى وو،</verse>
				<verse number="16">د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شَوشا د دربار منشى وو،</verse>
				<verse number="17">د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو، او د داؤد زامنو د هغۀ په خِدمت کښې لوئې عُهدې لرلې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">څۀ موده وروستو عمونے بادشاه ناحس مړ شو او د هغۀ زوئ حنون بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="2">داؤد بادشاه وفرمائيل، ”زۀ به حنون ته خپله وفادارى هم هغه شان ښايم لکه څنګه چې د هغۀ پلار ناحس ما ته وفادارى ښودلې وه.“ نو داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغۀ ته د خپلې غمرازۍ اظهار وکړى. کله چې هغوئ عمون ته ورسېدل او حنون بادشاه هغوئ راوغوښتل،</verse>
				<verse number="3">نو د عمونيانو مشرانو بادشاه ته ووئيل، ”ستا خيال دا دے چې داؤد د غمرازۍ دپاره کوم سړى رالېږلى دى نو په دې وجه ستا د پلار عزت کيږى څۀ؟ په حقيقت کښې داسې نۀ ده. هغۀ دا د جاسوسۍ دپاره رالېږلى دى چې مُلک ولټوى، او فتح يې کړى.“</verse>
				<verse number="4">نو حنون د داؤد پېغام وړُونکى ونيول او د هغوئ نه يې ږيرې کلې کړې، د هغوئ چُوغې يې د کوناټو سره پرې کړې او هغوئ يې ولېږل.</verse>
				<verse number="5">نو هغوئ دومره سخت شرمېدل چې خپلو کورونو ته نۀ شول واپس کېدلے. کله چې داؤد خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ هغوئ له خبر ورولېږلو چې په يريحو کښې ايسار شئ او تر هغې پورې واپس مۀ راځئ چې ترڅو پورې مو ږيرې بيا نۀ وى شوې.</verse>
				<verse number="6">حنون بادشاه او عمونيانو ته پته ولګېده چې هغوئ داؤد بادشاه غصه کړے دے، نو هغوئ څلور دېرش زره کلو سپين زر ورکړل چې د برنى مسوپتاميه او د شامى علاقو معکه او ضوباه نه جنګى ګاډۍ او د ګاډو چلوونکى په مزدورۍ ونيسى.</verse>
				<verse number="7">هغۀ دوه دېرش زره جنګى ګاډۍ چې هغوئ په کرايه ونيولې او د معکه بادشاه لښکر راغلو او د ميدبا سره نزدې يې خېمې ولګولې. عمونيان هم د خپلو ټولو ښارونو نه راووتل او د جنګ دپاره تيار شول.</verse>
				<verse number="8">کله چې داؤد د حالاتو نه خبر شو، نو هغۀ يوآب او ټول لښکر ورولېږلو.</verse>
				<verse number="9">عمونيان روان شول او د شاهى ښار ربه دروازې سره يې د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل او هغه بادشاهان چې کوم د مدد دپاره راغلى وُو نو هغوئ هم په کولاو مېدان کښې صفونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="10">يوآب ته پته ولګېده چې د دشمن لښکر به په هغۀ باندې د مخې او شا د طرف نه حمله وکړى، نو هغۀ ښۀ تکړه بنى اِسرائيلى فوجيان خوښ کړل او هغوئ يې د جنګ دپاره شاميانو ته مخامخ ودرول.</verse>
				<verse number="11">هغۀ باقى پاتې فوجيان د خپل ورور ابيشى د مشرۍ لاندې راوستل، چې هغۀ دوئ د جنګ دپاره عمونيانو ته مخامخ ودرول.</verse>
				<verse number="12">يوآب هغۀ ته ووئيل، ”کۀ تا ته پته ولګى چې شاميان ما له شکست راکوى، نو راشه او زما مدد وکړه او کۀ عمونيان تا له شکست درکوى، نو زۀ به درشم او ستا مدد به وکړم.</verse>
				<verse number="13">تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه. راځئ چې د خپلو خلقو او زمونږ د خُدائ پاک د ښارونو دپاره سخت جنګ وکړُو. او د مالِک خُدائ مرضى دې پوره شى.“</verse>
				<verse number="14">يوآب او د هغۀ سړى د حملې کولو دپاره وړاندې شول او شاميان وتښتېدل.</verse>
				<verse number="15">کله چې عمونيانو وليدل چې شاميان منډې وهى، نو هغوئ د ابيشى نه وتښتېدل او ښار ته واپس ننوتل. بيا يوآب يروشلم ته واپس لاړو.</verse>
				<verse number="16">شاميانو ته پته ولګېده چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ د فرات سيند نمرخاتۀ طرف ته د شام علاقو نه فوجيان راوستل او هغوئ يې د سوفک د مشرۍ لاندې کړل، چې د ضوباه د هدد‌عزر بادشاه د لښکر مشر وو.</verse>
				<verse number="17">کله چې داؤد د دې نه خبر شو، نو هغۀ د بنى اِسرائيلو فوجيان راغونډ کړل، د اُردن سيند نه پورې وتل او شاميانو ته يې مخامخ د جنګ دپاره ودرول. او جنګ شروع شو،</verse>
				<verse number="18">او بنى اِسرائيلو د شاميانو فوج واپس وشړلو. داؤد او د هغۀ سړو اووۀ زره د شام د جنګى ګاډو چلوونکى او څلوېښت زره پېدل فوجيان ووژل. هغوئ د شاميانو د فوج مشر، سوفک هم ووژلو.</verse>
				<verse number="19">کله چې هغه بادشاهانو ته پته لګېده کوم چې د هدد‌عزر د بادشاهۍ لاندې وُو چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ د داؤد سره د امن تړون وکړو او د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل. شاميانو بيا هيڅکله دا ونۀ غوښتل چې د عمونيانو مدد وکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">په ورپسې سپرلى کښې، د کال په هغه وخت کښې چې بادشاهان عموماً د جنګ دپاره ځى، يوآب لښکر روان کړو او د عمون مُلک يې تباه کړو، اګر چې داؤد بادشاه په يروشلم کښې ايسار وو. هغوئ د ربه ښار محاصره کړو او په دې يې حمله وکړه او تباه يې کړو.</verse>
				<verse number="2">د عمونيانو د بُت مولک يو د سرو زرو تاج وو چې تقريباً څلور دېرش کلو وزن يې وو. په دې کښې يو قيمتى کاڼے وو، کوم چې داؤد يوړو او په خپل تاج کښې يې ولګولو. هغۀ د هغه ښار نه ډېر زيات مالِ غنيمت هم يوړو.</verse>
				<verse number="3">هغۀ د ښار خلق بوتلل او په زور يې ترې نه د ارو، د اوسپنې کودالو او د تبرُونو کار اخستلو. هغۀ د عمون د نورو ټولو ښارونو په خلقو هم دغه شان وکړل. بيا هغه او د هغۀ سړى يروشلم ته را واپس شول.</verse>
				<verse number="4">وروستو په جزر کښې د فلستيانو سره جنګ بيا شروع شو. د جنګ په دوران کښې د حوسه سِبکى يو دېو ووژلو چې د هغه دېو نوم سفى وو. او فلستيانو شکست وخوړو.</verse>
				<verse number="5">د فلستيانو سره يو بل جنګ وشو او د يائير زوئ اِلحنان لحمى ووژلو، لحمى د جات د جوليت ورور وو، او د هغۀ د نېزې لاسکے د کوټې د تير هومره مضبوط وو.</verse>
				<verse number="6">په جات کښې يو بل جنګ وشو، چې په دې جنګ کښې يو دېو وو چې د هر لاس يې شپږ ګوتې او د هرې پښې يې هم شپږ ګوتې وې. هغه د پخوانو دېوانو اولاد وو.</verse>
				<verse number="7">کله چې هغۀ په بنى اِسرائيلو پورې ټوقې وکړې، نو يونتن هغه ووژلو، يونتن د داؤد د ورور د سِمعه زوئ وو.</verse>
				<verse number="8">دا درې کوم چې داؤد او د هغۀ سړو وژلى وُو، هغوئ د جات د دېوانو اولاد وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">شېطان غوښتل چې په بنى اِسرائيلو باندې مصيبت راولى، نو هغۀ داؤد ولمسولو چې يوه مردم‌شمارى وکړى.</verse>
				<verse number="2">نو داؤد يوآب او نورو آفسرانو له حُکم ورکړو، ”د بنى اِسرائيل مُلک د يو سر نه تر بل سر پورې وګرځئ او خلق وشمېرئ. ما له تفصيل راوړئ چې پته راته ولګى چې خلق څومره دى.“</verse>
				<verse number="3">يوآب جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ دې بنى اِسرائيليان د هغې نه يو په سل زيات کړى چې څومره اوس دى. هغوئ ټول ستا نوکران دى. تۀ ټول قوم ولې مجرم کول غواړې؟“</verse>
				<verse number="4">خو بادشاه په يوآب باندې دا حُکم ومنلو. نو يوآب لاړو او هغه د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک کښې وګرځېدو او يروشلم ته واپس راغلو.</verse>
				<verse number="5">هغۀ داؤد بادشاه د دې نه خبر کړو او د هغه ټولو سړو شمېر دا وو چا چې جنګ کولے شو: په بنى اِسرائيلو کښې يوولس لاکه او په يهوداه کښې څلور لاکه او اويا زره.</verse>
				<verse number="6">يوآب د بادشاه حُکم ته سپک وکتل نو هغۀ ځکه د ليوى او بنيامين د قبيلو مردم‌شمارى ونۀ کړه.</verse>
				<verse number="7">چې څۀ شوى وُو خُدائ پاک په هغې ناراضه شو، نو هغۀ بنى اِسرائيلو له سزا ورکړه.</verse>
				<verse number="8">داؤد خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”ما د دې کار کولو سره يوه سخته ګناه کړې ده. زۀ تا ته سوال کوم چې زما غلطى معاف کړه. ما د ډېر کم عقلتوب نه کار اخستے دے.“</verse>
				<verse number="9">بيا مالِک خُدائ جاد ته وفرمائيل چا به چې د داؤد دپاره نبوت کولو،</verse>
				<verse number="10">”لاړ شه او داؤد ته ووايه چې زۀ هغۀ له درې خوښې ورکوم. چې هغه کومه يوه خوښه کړى نو زۀ به هم هغه شان وکړم.“</verse>
				<verse number="11">نو جاد داؤد له لاړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې په دې کښې يوه خبره خوښه کړه:</verse>
				<verse number="12">د قحط درې کالونه دې خوښ دى؟ يا چې خپل دشمن درباندې درې مياشتې تباهى راولى؟ او يا چې درې ورځې د مالِک خُدائ د تُورې لاندې راشې او هغه ستا په مُلک باندې يوه وبا راولېږى، او د خپلې فرښتې په ذريعه په ټولو بنى اِسرائيلو کښې مرګ راولى؟ نو تۀ فېصله وکړه چې زۀ مالِک خُدائ له څۀ جواب ورکړم، چا چې زۀ رالېږلے يم؟“</verse>
				<verse number="13">داؤد جاد ته وفرمائيل، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. ما دې ته مۀ پرېږده چې د انسانانو لاسونو ته حواله شم. زۀ دې مالِک خُدائ ته حواله شم، ځکه چې د هغۀ رحم ډېر لوئ دے.“</verse>
				<verse number="14">نو مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې يوه وبا راولېږله او د هغوئ اويا زره کسان مړۀ شول.</verse>
				<verse number="15">بيا هغۀ د يروشلم د تباه کولو دپاره يوه تباه کوونکى فرښته راولېږله، خو د تباهۍ نه لږ مخکښې مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه او د مرګ فرښتې ته يې وفرمائيل، ”بس کړه، دا تباهى کافى ده.“ هغه فرښته د يو يبوسى اُرنان د درمند سره ولاړه وه.</verse>
				<verse number="16">داؤد فرښته وليده چې پاس په هوا کښې ولاړه وه او تُوره يې د يروشلم تباه کولو دپاره په خپل لاس کښې نيولې وه. بيا داؤد او د خلقو مشران، چا چې د ټاټ جامې اغوستې وې هغه ټول لاندې ټيټ شول او په زمکه يې سجده ولګوله.</verse>
				<verse number="17">داؤد دُعا وکړه، ”اے خُدايه پاکه، زۀ هغه څوک يم چا چې ګناه کړې ده. زۀ هغه څوک يم چا چې د مردم‌شمارۍ حُکم ورکړو. دې غريبانانو خلقو څۀ کړى دى؟ مالِکه خُدايه، زما خُدايه پاکه. ما او زما خاندان له سزا راکړه او خپل خلق بچ کړه.“</verse>
				<verse number="18">د مالِک خُدائ فرښتې جاد ته وفرمائيل چې داؤد ته ووايه چې هغه د مالِک خُدائ دپاره د اُرنان په درمند کښې يوه قربان‌ګاه جوړه کړى.</verse>
				<verse number="19">داؤد د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او لاړو، هم هغه شان کار يې وکړو چې څنګه ورته جاد وئيلى وُو.</verse>
				<verse number="20">هلته په درمند کښې اُرنان او د هغۀ څلورو زامنو غنم غوبل کول او کله چې هغوئ فرښته وليده، نو د هغۀ زامنو منډه کړه او پټ شول.</verse>
				<verse number="21">څنګه چې اُرنان داؤد بادشاه وليدو چې راورسېدو، نو هغه د درمند نه لاړو او د هغۀ په مخکښې د عزت نه ټيټ شو او په زمکه يې سجده ولګوله.</verse>
				<verse number="22">داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”په ما باندې خپل درمند خرڅ کړه، نو چې داسې زۀ د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړم او چې د دې سره وبا بنده شى. نو زۀ به تا له د دې پوره قيمت درکړم.“</verse>
				<verse number="23">اُرنان ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا واخله او چې څۀ دې خوښه وى هغه وکړه. دا غوَيى دې د نذرانې په توګه په قربان‌ګاه باندې وسوزولې شى، د درمند دا تختې دې د خشاک په توګه استعمال شى او د نذرانې ورکولو دپاره دا غنم دى. دا هر څۀ زۀ تا له درکوم.“</verse>
				<verse number="24">خو بادشاه جواب ورکړو، ”نه، زۀ به تا له پوره قيمت درکوم. زۀ به مالِک خُدائ ته داسې يوه نذرانه نۀ پېش کوم چې هغه ما ته مفت مِلاو شوې وى يا هغه ستا وى.“</verse>
				<verse number="25">او هغۀ اُرنان له د درمند دپاره شپږ سوه د سرو زرو سيکې ورکړې.</verse>
				<verse number="26">هغۀ هلته د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې يې ورباندې پېش کړې. هغۀ دُعا وکړه او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا قبوله کړه او په قربان‌ګاه باندې د نذرانو سوزولو دپاره مالِک خُدائ د آسمان نه اور راولېږلو.</verse>
				<verse number="27">مالِک خُدائ هغه فرښتې ته وفرمائيل چې خپله تُوره په کاش کښې واپس کېږده او فرښتې حُکم ومنلو.</verse>
				<verse number="28">نو د دې په وجه داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د هغۀ دُعا قبوله کړې ده، نو هغۀ د اُرنان په درمند کښې په قربان‌ګاه باندې قربانۍ پېش کړې.</verse>
				<verse number="29">د مالِک خُدائ د حضور هغه خېمه کومه چې موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه او هغه قربان‌ګاه چې په کومه باندې قربانۍ سوزولے شوې په هغه وخت کښې لا په جبعون کښې د عبادت په ځائ کښې وې،</verse>
				<verse number="30">خو داؤد د دې جوګه نۀ وو چې هلته لاړ شى او د خُدائ پاک عبادت وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ د فرښتې د تُورې نه يرېدو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">نو داؤد وفرمائيل، ”دا هغه ځائ دے چرته به چې د مالِک خُدائ، د خُدائ پاک کور وى. دلته به هغه قربان‌ګاه وى چرته چې بنى اِسرائيليان سوزېدونکې نذرانې پېش کوى.“</verse>
				<verse number="2">داؤد بادشاه هغه ټولو مسافرو له حُکم ورکړو کوم چې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې اوسېدل چې راغونډ شى او د هغوئ نه يې کار اخستلو. په هغوئ کښې څۀ کسانو د مالِک خُدائ د کور جوړولو دپاره کاڼى تيارول.</verse>
				<verse number="3">هغۀ د مېخونو او د لرګى دروازو د تړلو د پټو دپاره په لوئ مِقدار کښې اوسپنه، او دومره ډېر زېړ ورکړل چې هيچا هم نۀ شُو تللے.</verse>
				<verse number="4">هغۀ د صور او صيدا په خلقو باندې په يو لوئ شمېر کښې د دِيار لرګى راوړل.</verse>
				<verse number="5">داؤد وفرمائيل چې، ”زما زوئ سليمان چې د مالِک خُدائ کوم کور جوړوى نو هغه دې خامخا د شان شوکت والا او په دُنيا کښې مشهور وى. خو هغه کم عُمره او ناتجربه‌کاره دے، نو زۀ به د هغې دپاره تيارے وکړم.“ نو داؤد د خپل مرګ نه مخکښې ډېر زيات سامان تيار کړو.</verse>
				<verse number="6">هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او حُکم يې ورکړو چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دپاره يو کور تيار کړى.</verse>
				<verse number="7">داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، ما دا غوښتل چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د درناوى دپاره يو کور جوړ کړم.</verse>
				<verse number="8">خو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، تا ډېر خلق وژلى دى او ډېر جنګونه دې کړى دى. نو چې ما کومه وينه تويه کړې ده د هغې په وجه به هغه ما دې ته پرې نۀ ږدى چې د هغۀ دپاره کور جوړ کړم.</verse>
				<verse number="9">خو هغۀ بيا هم ما سره يوه وعده وکړه چې، ستا به يو زوئ پېدا شى چې هغه به په امن سره حکومت کوى، ځکه چې زۀ به هغۀ له د هغۀ د ټولو ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړم. د هغۀ نوم به سليمان وى، ځکه چې د هغۀ په بادشاهۍ کښې به زۀ بنى اِسرائيلو له امن او سلامتى ورکړم.</verse>
				<verse number="10">هغه به زما دپاره يو کور جوړ کړى. هغه به زما زوئ وى او زۀ به د هغۀ پلار يم. هغه او د هغۀ اولاد به د تل دپاره په بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى کوى.“</verse>
				<verse number="11">داؤد خپله خبره جارى وساتله، ”نو زما زويه، مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې ستا مل شى او هغه دې خپله وعده پوره کړى چې تا د هغۀ دپاره په کور جوړولو کښې کامياب کړى.</verse>
				<verse number="12">او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې پوهه او حِکمت درکړى نو تۀ به د هغۀ د قانون په مطابق په بنى اِسرائيلو باندې حکومت وکړې.</verse>
				<verse number="13">کۀ تۀ هغه ټول قانون ومنې کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ له د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړے وو، نو تۀ به کامياب يې. تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه او چې د هيڅ نه هم ونۀ يرېږې.</verse>
				<verse number="14">او د مالِک خُدائ د کور دپاره ما په خپل ډېر کوشش سره څلور زره ټنه سرۀ زر او کم از کم څلوېښت زره ټنه سپين زر راغونډ کړى دى چې د دې په جوړولو کښې استعمال شى. د دې نه علاوه بې‌حسابه اوسپنه او زېړ هم دى. ما څۀ لرګى او کاڼى هم تيار کړى دى، خو تۀ به نور هم تياروې.</verse>
				<verse number="15">تا سره ډېر د کار والا سړى دى. د کاڼو جوړولو دپاره سړى شته او ګِلکاران او ترکاڼان شته، هم داسې په لوئ شمېر کښې اُستاذان موجود دى چې هر قِسم کار کولے شى</verse>
				<verse number="16">لکه د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې. اوس کار شروع کړه او مالِک خُدائ دې ستا مل شى.“</verse>
				<verse number="17">داؤد د بنى اِسرائيلو ټولو مشرانو له حُکم ورکړو چې د سليمان مدد وکړئ.</verse>
				<verse number="18">هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے او په هر طرف باندې يې خېر درکړے دے. هغۀ په ما باندې هغه ټول خلق فتح کړل کوم چې په دې مُلک کښې اوسېدل او هغوئ اوس ستاسو او د مالِک خُدائ لاندې دى.</verse>
				<verse number="19">نو اوس د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک لټون وکړئ. د مالِک خُدائ کور جوړول شروع کړئ، نو چې تاسو په هغې کښې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه نور ټول مقدس سامان کېږدئ چې د هغۀ په عبادت کښې استعماليږى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">کله چې داؤد د ډېر عُمر شو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړو.</verse>
				<verse number="2">داؤد بادشاه د بنى اِسرائيلو ټول مشران، ټول اِمامان او ليويان راغونډ کړل.</verse>
				<verse number="3">هغۀ د هغه ټولو نرانو ليويانو مردم‌شمارى وکړه چې عُمر يې دېرش کاله يا د دې نه زيات وو. دا ټول شمېر اتۀ دېرش زره وو.</verse>
				<verse number="4">بادشاه د دې ليويانو نه څليريشت زره کسان مقرر کړل چې د مالِک خُدائ د کور د کار اِنتظام وکړى، شپږ زره کسان چې اِنتظام چلوى او لانجې هواروى،</verse>
				<verse number="5">څلور زره کسان د څوکيدارۍ دپاره او څلور زره کسان د مالِک خُدائ د حمد‌و‌ثناء وئيلو دپاره. هغوئ د موسيقۍ هغه څيزونه استعمالول چې بادشاه د دې دپاره ورکړى وُو.</verse>
				<verse number="6">داؤد ليويان په درېو ډلو کښې د هغوئ د قبيلو په مطابق تقسيم کړل، جيرسون، قُهات او مرارى.</verse>
				<verse number="7">د جيرسون دوه زامن وُو، لعدان او سِمعى.</verse>
				<verse number="8">د لعدان درې زامن وُو، مشر يحى‌ايل، ورپسې زيتان او يوايل،</verse>
				<verse number="9">چې هغوئ د هغه ډلو مشران وُو چې د لعدان اولاد وو. د سِمعى درې زامن وُو، سلوميت، حزى‌اېل او حاران.</verse>
				<verse number="10">د سِمعى څلور زامن د عُمر په ترتيب دا وُو، يحت، زينا، يعوس او بريعاه. د يعوس او بريعاه بچى ډېر نۀ وُو، نو په دې وجه هغوئ يوه ډله شمېرلے کېدل.</verse>
				<verse number="11"></verse>
				<verse number="12">د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل.</verse>
				<verse number="13">د هغۀ مشر زوئ عُمرام د هارون او موسىٰ پلار وو. هارون او د هغۀ اولاد د دې دپاره مخصوص کړے شوى وُو چې د همېشه دپاره د مقدسو څيزونو مشران وى، چې د مالِک خُدائ په عبادت کښې خوشبوئى سوزوى، د هغۀ خِدمت کوى او د مالِک خُدائ په نوم باندې د خلقو دپاره برکت غواړى.</verse>
				<verse number="14">خو د خُدائ پاک د خِدمتګار موسىٰ زامن په ليويانو کښې شامل وُو.</verse>
				<verse number="15">د موسىٰ دوه زامن وُو، جيرسوم او اِلى‌عزر.</verse>
				<verse number="16">د جيرسوم په زامنو کښې مشر سبو‌اېل وو.</verse>
				<verse number="17">د اِلى‌عزر صِرف يو زوئ رحبياه وو، خو د رحبياه بچى ډېر وُو.</verse>
				<verse number="18">د قُهات د دوېم زوئ اِضهار، زوئ سلوميت وو چې د قبيلې مشر وو.</verse>
				<verse number="19">د قُهات درېم زوئ حبرون څلور زامن وُو، يرياه، امرياه، يحزى‌ايل او يقمعام.</verse>
				<verse number="20">د قُهات د څلورم زوئ عُزى‌اېل دوه زامن ميکاه او يسياه وُو.</verse>
				<verse number="21">د مرارى دوه زامن محلى او موشى وُو. د محلى هم دوه زامن اِلى‌عزر او قيس وو،</verse>
				<verse number="22">خو د اِلى‌عزر زامن نۀ وُو، صِرف لوڼه يې وې او بې‌زامنو مړ شو. د هغۀ لوڼو د خپل ترۀ زامنو يعنې د قيس د زامنو سره ودونه وکړل.</verse>
				<verse number="23">د مرارى دوېم زوئ موشى درې زامن وُو، محلى، عدر او يريموت.</verse>
				<verse number="24">دا قبيله په قبيله او خاندان په خاندان د ليوى اولاد دے، چې د هغوئ هر يو نومونه ليکلے شوى وُو. د هغۀ د اولاد هر يو کس د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کولو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.</verse>
				<verse number="25">داؤد وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک خپل خلق په امن کړى دى او هغه به په خپله په يروشلم کښې د تل دپاره اوسيږى.</verse>
				<verse number="26">نو ليويانو ته نور ضرورت نشته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه او هغه ټول سامان يوسى چې په عبادت کښې استعماليږى.“</verse>
				<verse number="27">د داؤد د آخرى وصيت په بنياد کله چې ليويان د شلو کالو عُمر ته رسېدل نو د هغوئ ټولو نومونه د خِدمت دپاره ليکلے شول،</verse>
				<verse number="28">او هغوئ ته دا کارونه حواله شوى وُو: د مالِک خُدائ د کور په عبادت کښې د هارون د اولاد مدد کول، د کور د دربارونو او کوټو خيال ساتل، او چې کوم څيزونه مقدس وُو هغه هر څۀ د پليتېدو نه پاک ساتل،</verse>
				<verse number="29">خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ او د هغه اوړو ذمه وارى اخستل چې په نذرانو کښې استعمالېدل، د خمبيرې نه بغېر نرۍ پخې شوې روټۍ، پخې شوې نذرانې او اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، د مالِک خُدائ د کور د نذرانو تَلل او مِقدار معلومول،</verse>
				<verse number="30">او هر سحر او هر ماښام د مالِک خُدائ په وړاندې ودرېدل، د هغۀ ثناء صِفت کول او د هغۀ شُکر ادا کول،</verse>
				<verse number="31">او هر کله چې د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اختر او نورو اخترونو باندې مالِک خُدائ ته نذرانې سوزولے شوې، نو هغوئ به مدد کولو. ليويانو به هر ځل د مالِک خُدائ په حضور کښې د سړو د شمېر په مطابق خِدمت کولو، هغوئ په هغه اصُولو باندې عمل کولو چې کوم ورته ښودلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="32">هغوئ له د مالِک خُدائ د حضور خېمې او کور د خيال ساتلو او د هغوئ د خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو د مدد کولو ذمه وارۍ ورکړے شوې وې، چې دا ذمه وارۍ د مالِک خُدائ د کور په خِدمت کښې ادا کېدې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">دا د خِدمت هغه قبيلې دى چې د هارون اولاد په کښې تقسيم وو. د هارون څلور زامن وُو: ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر.</verse>
				<verse number="2">ندب او ابيهُو د خپل پلار د مرګ نه مخکښې مړۀ شول او د هغوئ اولاد نۀ وو، نو د هغوئ وروڼه اِلى‌عزر او اِتمر اِمامان شول.</verse>
				<verse number="3">داؤد بادشاه د هارون د اولاد نه د هغوئ د ذمه وارو په مطابق په ډلو کښې تقسيم کړل. په دې کار کښې د هغۀ مدد د اِلى‌عزر اولاد صدوق او د اِتمر اولاد اخيمُلک کولو.</verse>
				<verse number="4">د اِلى‌عزر د اولاد نه شپاړس قبيلې جوړې شوې وې، د اِتمر د اولاد نه اتۀ قبيلې جوړې وې، داسې په دې وجه شوى وُو چې د اِلى‌عزر په اولاد کښې د کورَنو نور مشران وُو.</verse>
				<verse number="5">د اِلى‌عزر او اِتمر دواړو په اولاد کښې د مالِک خُدائ په کور کښې د خِدمت دپاره تکړه آفسران او اِمامان وُو نو ټولې ذمه وارۍ مختلفو ډلو ته د پچې په ذريعه حواله شوې وې.</verse>
				<verse number="6">د اِلى‌عزر او د اِتمر اولاد دپاره وار په وار پچه اچولے شوه. نو د هغوئ نومونه د نتنى‌ايل زوئ سمعياه ليکلى وُو چې دا يو ليوے منشى وو. بادشاه، د هغۀ آفسران، صدوق اِمام، د ابياتار زوئ اخيمُلک او د ليوى قبيلې او د اِمامانو د کورَنو مشران ټول د دې ګواهان وُو.</verse>
				<verse number="7">دا هغه ترتيب دے چې په هغې کښې د څليريشتو کورَنو ډلو ته خپلې خپلې ذمه وارۍ حواله شوې وې: يهويريب، يدعياه، حارِم، شعوريم، مُلکياه، ميامين، هقوض، ابياه، يشوَع، سکانياه، اِلياسب، يقيم، خُفاه، يسباب، بِلجاه، اِمير، حزير، حفضيض، فتحياه، يحزقيل، يکين، جمول، دلاياه او معزياه.</verse>
				<verse number="8">د دې سړو نومونه د هغوئ د ذمه وارو په مطابق ليکلے شوى وُو چې کله هم هغوئ د مالِک خُدائ کور ته د خپلو هغه ذمه وارو دپاره تلل کوم چې د هغوئ پلار نيکۀ هارون د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د حُکمونو د منلو دپاره مقررې کړې وې.</verse>
				<verse number="9">دا د ليوى د اولاد کورَنو نور مشران دى: يهدياه چې د سبو‌اېل په ذريعه د عُمرام اولاد وو،</verse>
				<verse number="10">يسياه د رحبياه اولاد،</verse>
				<verse number="11">يحت، د سلوميت نه د اِضهار اولاد،</verse>
				<verse number="12">د عُمر په ترتيب باندې د حبرون زامن دا وُو، يرياه، امرياه، يحزى‌ايل، يقمعام،</verse>
				<verse number="13">سمير، د ميکاه نه د عُزى‌اېل اولاد،</verse>
				<verse number="14">زکرياه، د ميکاه ورور يسياه نه د عُزى‌اېل اولاد،</verse>
				<verse number="15">د مرارى اولاد، محلى، موشى او يعزياه.</verse>
				<verse number="16">د يعزياه درې زامن وُو، سوهم، زکور او عبرى.</verse>
				<verse number="17">د محلى دوه زامن اِلى‌عزر او قيس وُو. د اِلى‌عزر زامن نۀ وُو، خو د قيس يو زوئ يرحمئيل وو.</verse>
				<verse number="18"></verse>
				<verse number="19">د موشى درې زامن وُو، محلى، عدر او يريموت. دا د ليويانو خاندان دى.</verse>
				<verse number="20">د هر خاندان مشرانو او کشرانو وروڼو يو شان د هغوئ د ذمه وارو دپاره پچه اچوله، هم هغه شان لکه څنګه چې د هغوئ خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو وُو. داؤد بادشاه، صدوق، اخيمُلک او د اِمامانو او د ليويانو د کورَنو مشران او د دې ګواهان وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">داؤد بادشاه او د ليويانو مشرانو د ليويانو دا قبيلې خوښې کړې چې د خُدائ پاک پېغام بيانوى، آسف، هيمان او يدوتون. دې سړو به د بينجو، ربابونو او چمټو د موسيقۍ سره پېشګوئې ورکوله. دا د هغه کسانو نومونه دى کوم چې د عبادت د مشرۍ دپاره خوښ کړے شوى وُو، چې هرې قبيلې به هم هغه قِسم خِدمت کولو:</verse>
				<verse number="2">د آسف څلورو زامنو زکور، يوسف، نتنياه او اسرى‌لاه، د آسف د مشرۍ لاندې کار کولو. چې کله هم بادشاه حُکم کولو نو آسف به د خُدائ پاک پېغام بيانولو.</verse>
				<verse number="3">د يدوتون شپږو زامنو جدلياه، ضرى، يشعياه، سِمعى، حسبياه او متتياه، د خپل پلار د ښودنې لاندې کار کولو، يدوتون د ربابونو د موسيقۍ سره د خُدائ پاک پېغام بيانولو، حمد‌و‌ثناء يې وئيله او د مالِک خُدائ شُکر يې ادا کولو.</verse>
				<verse number="4">د هيمان څوارلس زامنو بُقياه، متنياه، عُزى‌اېل، سبو‌اېل، يريموت، حننياه، حنانى، الياته، جدالتى، روممتى عزر، يسبقاشه، ملوتى، هوتير او محازيوت.</verse>
				<verse number="5">خُدائ پاک د خپلې وعدې په مطابق هيمان د بادشاه پېغمبر له دا څوارلس زامن او درې لوڼه د دې دپاره ورکړې وې چې هيمان عزتمند شى.</verse>
				<verse number="6">د هغۀ ټولو زامنو د خپل پلار د ښودنې لاندې چمټۍ، بينجو او ربابُونه د مالِک خُدائ د کور په عبادت کښې غږول. او آسف، يدوتون او هيمان د بادشاه د حُکم لاندې کار کولو.</verse>
				<verse number="7">دا څليريشت واړه تجربه‌کار سړى وُو، او د هغوئ خپلوان ليويان تکړه موسيقاران وُو. دا ټول دوه سوه او اتۀ اتيا سړى وُو.</verse>
				<verse number="8">هغوئ ته د کارونو ذمه وارۍ حواله کولو دپاره پچه اچولے شوه، کۀ هغوئ ځوانان وُو او يا بوډاګان، کۀ اُستاذان او يا کۀ شاګردان وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">دا هغه ډلې دى چا چې د مالِک خُدائ د کور د څوکيدارانو په توګه خِدمت کولو. د قورح د ډلې د قورى زوئ مسلمياه چې د آسف د خاندان وو،</verse>
				<verse number="2">د هغۀ اووۀ زامن وُو چې د عُمر په ترتيب داسې دى، زکرياه، يديعيل، زبدياه، يتنى‌اېل،</verse>
				<verse number="3">عيلام، يهوحنان او اليهوعينى.</verse>
				<verse number="4">د عوبيد ادوم هم اتۀ زامن وُو، چې د عُمر په ترتيب داسې دى، سمعياه، يهوزبد، يوآخ، ساکار، نتنى‌ايل،</verse>
				<verse number="5">عمى‌اېل، يساکار او فعُلتى.</verse>
				<verse number="6">د عوبيد ادوم د مشر زوئ سمعياه شپږ زامن وُو، عُتنى، رفا‌اېل، عوبيد، الزباد، اليهُو او سماکياه. د خپل قابليت په وجه هغوئ ته په خپله ډله کښې زيات عزت مِلاو شو.</verse>
				<verse number="7"></verse>
				<verse number="8">د عوبيد ادوم خاندان ټول دوه شپېتۀ ډېر زيات قابل سړى د دې کار دپاره ورکړل.</verse>
				<verse number="9">د مسلمياه خاندان اتلس تکړه سړى ورکړل.</verse>
				<verse number="10">د مرارى د قبيلې حوسه څلور زامن وُو، سِمرى، خپل پلار دې د خپلو زامنو مشر جوړ کړو، اګر چې هغه د ټولو مشر نۀ وو،</verse>
				<verse number="11">خِلقياه، طبلياه او زکرياه. د حوسه د خاندان ټول ديارلس کسان د مالِک خُدائ د کور څوکيداران وُو.</verse>
				<verse number="12">د مالِک خُدائ د کور څوکيداران د هغوئ د کورَنو په مطابق په ډلو کښې تقسيم شوى وُو او هغوئ ته په هغه کور کښې د نورو ليويانو په شان ذمه وارۍ حواله شوې وې.</verse>
				<verse number="13">د هر خاندان وړوکوالى او غټوالى ته کتلو نه بغېر به پچه اچولے شوه چې د کومې يوې دروازې څوکيدارى ورته حواله کړے شى.</verse>
				<verse number="14">د شلمياه د پچې په ذريعه د نمرخاتۀ طرف ته دروازه ووتله او د هغۀ د زوئ زکرياه شمالى طرف ته دروازه ووتله، دا هغه سړ‌ے وو چې همېشه يې د حِکمت مشورې ورکولې.</verse>
				<verse number="15">عوبيد ادوم ته د جنوب طرف ته دروازه حواله شوې وه او د هغۀ زامنو ته د ګودام د کوټو څوکيدارى حواله شوې وه.</verse>
				<verse number="16">سفيم او حوسه ته د نمرپرېواتۀ طرف ته دروازه او په پاسنۍ لار باندې د سلکت دروازه حواله شوې وه. د څوکيدارۍ ذمه وارۍ په يو بل پسې په مقررو وختونو کښې تقسيم کړے شوې وې.</verse>
				<verse number="17">نمرخاتۀ طرف ته هره ورځ شپږو څوکيدارانو کار کولو، په شمالى طرف باندې څلورو او په جنوبى طرف باندې څلورو څوکيدارانو کار کولو. څلور څوکيداران به هره ورځ د ګودام په کوټو باندې مقررولے شول، چې په هره يوه کوټه باندې دوه دوه وُو.</verse>
				<verse number="18">د نمرپرېواتۀ طرف ته دربار سره په لاره څلور څوکيداران وُو او په خپله په دربار باندې دوه څوکيداران وُو.</verse>
				<verse number="19">دا د قورح او د مرارى ډلو د څوکيدارۍ ذمه وارۍ دى.</verse>
				<verse number="20">نور ليويان د مالِک خُدائ د کور د ګودامونو ذمه وار وُو او په هغه ګودامونو کښې خُدائ پاک ته وقف شوى څيزونه پراتۀ وُو.</verse>
				<verse number="21">د جيرسون په ډله کښې د لِبنى د خاندان نه يحى‌ايل مشر وو.</verse>
				<verse number="22">د لعدان دوه نور زامن زيتام او يوايل د مالِک خُدائ د کور د خزانو مشران وُو.</verse>
				<verse number="23">د عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل اولاد ته هم ذمه وارۍ حواله شوې وې.</verse>
				<verse number="24">د موسىٰ زوئ جيرسوم د قبيلې سبو‌اېل د مالِک خُدائ د کور د خزانې مشر آفسر وو.</verse>
				<verse number="25">د اِلى‌عزر د طرف نه د جيرسوم خپلوان رحبياه، يشعياه، يورام، زِکرى او سلوميت وُو.</verse>
				<verse number="26">سلوميت او د هغۀ خپلوان د هغه خزانو مشران وُو په کومو کښې چې هغه تُحفې پرَتى وې چې هغه داؤد بادشاه، د کورَنو مشرانو او وړو او غټو فوجى آفسرانو مالِک خُدائ ته وقف کړې وې.</verse>
				<verse number="27">هغوئ څۀ هغه مالِ غنيمت واخستلو کوم چې هغوئ په جنګ کښې قبضه کړے وو او دا يې وقف کړو چې د مالِک خُدائ په کور کښې استعمال شى.</verse>
				<verse number="28">سلوميت او د هغۀ خاندان د هغه هر څيز مشران وُو چې کوم د مالِک خُدائ په کور کښې د استعمالېدلو دپاره وقف وُو، سره د هغه تُحفو چې سموئيل پېغمبر، ساؤل بادشاه، د نير زوئ ابنير، او د ضروياه زوئ يوآب راوړې وې.</verse>
				<verse number="29">د اِضهار په ډله کښې کنعنياه او د هغۀ زامنو ته د مالِک خُدائ د کور نه علاوه ذمه وارۍ حواله شوې وې: هغوئ به حِساب کِتاب ساتلو او د بنى اِسرائيلو لانجې به يې هوارولې.</verse>
				<verse number="30">د حبرون د قبيلې نه حسبياه او د هغۀ اوولس سوه خپلوان، چې تکړه سړى وُو هغوئ د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته په اِسرائيل کښې د مالِک خُدائ د خِدمت او د بادشاه د کار مشران مقرر شوى وُو.</verse>
				<verse number="31">يرياه د حبرون د اولاد مشر وو. د داؤد بادشاه د بادشاهۍ په څلوېښتم کال د حبرون د اولاد نسب‌نامه معلومه کړے شوې وه او د دې خاندان تکړه فوجيان موندلے شوى وُو چې د جِلعاد په علاقه يعزير کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="32">د يرياه په خپلوانو کښې دوه زره او اووۀ سوه تکړه سړى وُو. داؤد بادشاه هغوئ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته ولېږل او هغوئ يې د روبين، جاد او منسى د نيمې قبيلې مشران مقرر کړل. هغوئ د هغه ټولو کارونو ذمه وار وُو چې د هغې تعلق د خُدائ پاک او د بادشاه د خِدمت سره وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">دا د بنى اِسرائيلو د وړو او غټو آفسرانو، او د نورو فوجى آفسرانو تفصيل دے چا چې د بادشاهۍ د فوجى ډلو مشرى کوله. د هرې قبيلې څليريشت زره فوجيانو د کال په يوه مياشت کښې فوجى خِدمت کولو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="28">
				<verse number="1">داؤد بادشاه د بنى اِسرائيلو ټولو آفسرانو له حُکم ورکړو چې په يروشلم کښې راغونډ شئ. نو د قبيلو ټول آفسران، هغه آفسران چا چې د بادشاهۍ اِنتظام کولو، د فوجى ډلو مشران، د بادشاه او د هغۀ د زامنو د جائيداد او د څاروو ذمه وار کسان، د محل ټول آفسران، تکړه فوجيان او نور بهادر سړى په يروشلم کښې راغونډ شول.</verse>
				<verse number="2">داؤد د هغوئ په وړاندې ودرېدلو او تقرير يې ورته وکړو، ”زما خلقو او زما وروڼو، ما ته غوږ ونيسئ. ما دا اراده کړې وه چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دپاره د آرام ځائ يعنې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک د پښو چوکۍ جوړه کړم. ما د هغۀ دپاره د يو کور د جوړولو تيارے کړے دے.</verse>
				<verse number="3">خو خُدائ پاک ما ته وفرمائيل چې تۀ به زما د نوم دپاره يو کور نۀ جوړوې، ځکه چې تۀ يو جنګيالے يې او وينه دې توئ کړې ده.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک زما د پلار د مکمل خاندان نه زۀ خوښ کړے يم چې د تل دپاره په بنى اِسرائيلو حکومت وکړم. هغۀ د مشرۍ کولو دپاره د يهوداه قبيله خوښه کړه او د يهوداه نه يې زما د پلار خاندان خوښ کړو. دا د هغۀ خوښه وه چې د خپلو وروڼو نه يې زۀ خوښ کړم او په ټولو بنى اِسرائيلو يې بادشاه جوړ کړم.</verse>
				<verse number="5">هغۀ ما له ډېر زامن راکړل او د هغه ټولو نه يې سليمان خوښ کړو چې د مالِک خُدائ په بادشاهۍ يعنې په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت وکړى.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې ستا زوئ سليمان هغه څوک دے چې هغه به زما کور جوړ کړى. هغه ما د دې دپاره خوښ کړے دے چې زما زوئ وى او زۀ به د هغۀ پلار يم.</verse>
				<verse number="7">کۀ هغه زما ټول قانون او حُکمونه هم هغه شان منى لکه څنګه يې چې نن منى نو زۀ به د هغۀ بادشاهى د همېشه دپاره قائمه وساتم.</verse>
				<verse number="8">نو اوس زما خلقو، زمونږ د خُدائ پاک او د مالِک خُدائ د خلقو بنى اِسرائيلو د غونډې په مخکښې زۀ تاسو ته وايم چې هغه هر څۀ هم هغه شان پوره پوره منئ چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د هغې حُکم راکړے دے، نو چې دا ښۀ مُلک ستاسو ميراث وى او چې د همېشه دپاره يې خپلو راتلونکو نسلونو ته منتقل کړئ.“</verse>
				<verse number="9">او هغۀ سليمان ته وفرمائيل، ”زما زويه، زۀ تا ته وايم چې د پلار خُدائ پاک وپېژنه او د زړۀ د اخلاصه او د خپلې مرضۍ سره د هغۀ خِدمت کوه. هغه زمونږ ټول فکرونه او خواهشونه معلوموى. کۀ تۀ د هغۀ طلب کوې نو پېدا به يې کړې، خو کۀ تۀ د هغۀ نه اوړې، نو هغه به تا د تل دپاره پرېږدى.</verse>
				<verse number="10">تۀ په دې پوهه شه چې مالِک خُدائ تۀ د هغۀ د مقدس کور جوړولو دپاره خوښ کړے يې. نو تکړه شه او دا کار وکړه.“</verse>
				<verse number="11">داؤد سليمان ته د مالِک خُدائ د کور د ټولو عمارتُونو، د برنډو، د ګودام د کوټو او نورو ټولو کوټو او د زيات مقدس ځائ نقشه وښودله، چرته چې د ګناه دپاره کفاره ادا کيږى.</verse>
				<verse number="12">د هغۀ په ذهن کښې چې د دربارونو او د دې نه ګېرچاپېره کوټو او د مالِک خُدائ د کور د سامان دپاره د ګودامونو او مالِک خُدائ ته د وقف شوو تُحفو کومه نقشه وه نو هغه يې هم ورته وښودله.</verse>
				<verse number="13">داؤد هغۀ ته د اِمامانو او ليويانو د ذمه وارو ادا کولو اِنتظام، د مالِک خُدائ د کور د کار کولو او د کور د ټولو لوښو خيال ساتلو طريقه هم وښودله.</verse>
				<verse number="14">هغۀ ورته دا طريقه هم وښودله چې د لوښو د جوړولو دپاره به څومره سپين زر او سرۀ زر استعماليږى،</verse>
				<verse number="15">يعنې هرې يوې ډيوې او ډيوټ د جوړولو دپاره،</verse>
				<verse number="16">د سپينو زرو د مېزونو د جوړولو او د سرو زرو د هر يو مېز دپاره چې په دې باندې خُدائ پاک ته پېش کړے شوې روټۍ پراته وه.</verse>
				<verse number="17">هغۀ ورته دا هم ووئيل چې د درې غاښو، جامونو او منګو په جوړولو کښې څومره سوچه سرۀ زر او د لوښو په جوړولو کښې به څومره سپين زر او سرۀ زر استعماليږى،</verse>
				<verse number="18">او د هغه قربان‌ګاه د جوړولو دپاره څومره سوچه سرۀ زر چې په هغې باندې خوشبوئى سوزولے شوه او د وزرو والا هغه مخلوق د جوړولو دپاره چې د هغې وزر د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دپاسه خوارۀ وُو.</verse>
				<verse number="19">داؤد بادشاه وفرمائيل، ”دا ټول تفصيل په هغه نقشه کښې ليکلے شوے دے چې مالِک خُدائ په خپله ما له راکړې وه.“</verse>
				<verse number="20">داؤد بادشاه خپل زوئ سليمان ته وفرمائيل، ”تکړه شه او اراده مضبوطه کړه. کار شروع کړه او چې ونۀ يرېږې او نه بې‌حوصلې شې. مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به ستا مل وى. هغه به تا نۀ پرېږدى، خو هغه به تر هغې پورې تا سره وى چې د هغۀ يعنې د مالِک خُدائ د کور کار ختم شوے نۀ وى.</verse>
				<verse number="21">اِمامانو او ليويانو ته ذمه وارۍ حواله شوې دى چې د مالِک خُدائ په هغه کور کښې يې وکړى. د هر قِسم مهارت کاريګران د زړۀ نه غواړى چې ستا مدد وکړى او ټول خلق او د هغوئ مشران ستا د حُکم لاندې دى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="29">
				<verse number="1">داؤد بادشاه ټولې غونډې ته وفرمائيل، ”زما زوئ سليمان هغه څوک دے چې خُدائ پاک خوښ کړے دے، خو هغه لا هلک او ناتجربه‌کاره دے. کوم کار چې کېدونکے دے هغه ډېر لوئ دے، ځکه چې دا د انسانانو محل نۀ دے بلکې د مالِک خُدائ، خُدائ پاک کور دے.</verse>
				<verse number="2">ما د خپل خُدائ پاک د کور د سرو زرو، سپينو زرو، پيتلو، اوسپنې، لرګى، د اونيکس کاڼو او جواهراتو، د ښائسته کاڼو ټوکړو او د سنګِ مرمر د مِقدار تيارولو هر کوشش کړے دے.</verse>
				<verse number="3">د دې هر څۀ نه علاوه، چې ما د مخکښې نه تيار کړى دى د خُدائ پاک د کور سره زما د مينې په وجه ما خپل سپين زر او سرۀ زر هم ورکړى دى.</verse>
				<verse number="4">د مالِک خُدائ د کور په دېوالونو باندې د سرو زرو او سپينو زرو پترو خېژولو دپاره ما د اوفير د سلو ټنو نه زيات سرۀ زر او تقريباً دوه سوه او څلوېښت ټنه سوچه سپين زر هم ورکړى دى</verse>
				<verse number="5">او د هغه ټولو څيزونو دپاره مې دا ورکړى دى چې ماهِر کاريګران به يې جوړوى. نو اوس داسې نور څوک شته چې مالِک خُدائ له نذرانې ورکړى؟“</verse>
				<verse number="6">بيا د ډلو مشرانو، د قبيلو آفسرانو، د فوج مشرانو، د شاهى جائيداد اِنتظام کوونکو د مالِک خُدائ د کور د کار دپاره دا څيزونه ورکړل: د يو سل او اويا ټنو نه زيات سرۀ زر، د درېو سوو او دېرشو ټنو نه زيات سپين زر او تقريباً شپږ سوه او شل ټنه زېړ او د درېو زرو او څلورو سوو ټنو نه زياته اوسپنه.</verse>
				<verse number="7"></verse>
				<verse number="8">د چا سره چې قيمتى کاڼى وُو نو هغه يې د مالِک خُدائ د کور د خزانې دپاره ورکړل، چې د هغې اِنتظام د جيرسون قبيلې د ليوى قبيلې يحى‌ايل کولو.</verse>
				<verse number="9">خلقو د زړۀ د اخلاصه څيزونه ورکول او هغوئ په دې خوشحاله وُو چې څومره زيات يې ورکړى دى. داؤد بادشاه هم ډېر زيات خوشحاله وو.</verse>
				<verse number="10">هلته د ټولې غونډې په مخکښې داؤد د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زمونږ د پلار نيکۀ يعقوب مالِک خُدائ، خُدائ پاکه، ستا ثناء صِفت دې د همېشه دپاره وى.</verse>
				<verse number="11">تۀ لوئ او طاقتور، د شان او شوکت والا او عزتمند يې. په زمکه او آسمان کښې هر څۀ ستا دى او اے مالِک خُدايه، تۀ په هر څۀ باندې عظيم بادشاه او حکمران يې.</verse>
				<verse number="12">عزت او دولت ستا نه راځى، تۀ په خپل طاقت او قوت سره په هر څۀ حکومت کوې، او تۀ کولے شې چې هر څوک لوئ او طاقتور کړې.</verse>
				<verse number="13">اوس زمونږ خُدايه پاکه، مونږ ستا شُکر کوُو او مونږ ستا د جلال نه د ډک نوم ثناء صِفت کوُو.</verse>
				<verse number="14">خو بيا هم په حقيقت کښې زۀ او زما خلق تا له هيڅ هم نۀ شُو درکولے، ځکه چې هر يو څيز ستا د طرف نه نعمت دے او مونږ صِرف تا له هغه څۀ واپس درکړى دى چې څۀ ستا وُو.</verse>
				<verse number="15">مالِکه خُدايه، تا ته پته ده چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان مونږ خپل ژوند د مسافرو په شان په يو ځائ بل ځائ کښې تېر کړے دے، زمونږ ژوند د تېرېدونکى سورى په شان فانى دے.</verse>
				<verse number="16">مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، مونږ دا ټول دولت ستا د کور د جوړولو دپاره راوړے دے چې ستا د نوم درناوے وشى، خو دا ټول دولت ستا نه راغلے وو او دا ټول ستا دے.</verse>
				<verse number="17">ما ته پته ده چې تۀ د هر چا زړۀ معلوموې او د خلقو په صداقت خوشحاليږى. په روغ نېت او خلوص سره ما دا هر څۀ تا له درکړى دى او ما ته پته لګېدلې ده چې کوم خلق دلته راغونډ شوى دى هغوئ تا له څومره په شوق او خوشحالۍ سره نذرانې راوړى.</verse>
				<verse number="18">مالِکه خُدايه، زمونږ د پلار نيکۀ اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدايه پاکه، ستا د خپلو خلقو په زړۀ کښې تا سره دا مينه د همېشه دپاره مضبوطه وساته او د هغوئ زړونه وفادار وساته.</verse>
				<verse number="19">زما د زوئ سليمان په زړۀ کښې دا جذبه واچوه چې ستا ټول حُکمونه ومنى او هغه کور جوړ کړى چې د کومې دپاره ما دا تيارے کړے دے.“</verse>
				<verse number="20">بيا داؤد ټولې قبيلې له حُکم ورکړو، ”د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ.“ نو ټولې غونډې د مالِک خُدائ، د خپل پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو او هغوئ لاندې ټيټ شول او مالِک خُدائ او بادشاه له يې عزت ورکړو.</verse>
				<verse number="21">په ورپسې ورځ هغوئ د قربانۍ په توګه ځناور حلال کړل، مالِک خُدائ ته يې وقف کړل او بيا يې خلقو له ورکړل چې وې خورى. د دې نه علاوه، هغوئ يو زر غوَيى، يو زر ګډان او يو زر ګډُورى هم حلال کړل، چې په قربان‌ګاه باندې يې پوره وسوزول. هغوئ د ميو نذرانې هم راوړې.</verse>
				<verse number="22">چې هغوئ د مالِک خُدائ په حضور کښې خوراک څښاک وکړو نو په هغه ورځ هغوئ ډېر خوشحاله وُو. هغوئ په دوېم ځل سليمان بادشاه جوړ کړو. هغوئ د مالِک خُدائ په نوم سليمان د بادشاه په توګه او صدوق د اِمام په توګه مقرر کړو.</verse>
				<verse number="23">نو سليمان د خپل پلار داؤد نه پس په هغه تخت باندې کښېناستو کوم چې مالِک خُدائ قائم کړے وو. هغه يو کامياب بادشاه وو او د بنى اِسرائيلو ټول قوم هغه منلو.</verse>
				<verse number="24">ټولو آفسرانو، فوجيانو او تر دې پورې چې د داؤد نورو زامنو هم دا لوظ وکړو چې د سليمان بادشاه وفادار به وى.</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ سليمان د ټول قوم په نظر کښې عزتمند کړو او د هغه نورو ټولو بادشاهانو نه يې زيات شان او شوکت ورکړو چې کوم به په بنى اِسرائيلو بادشاهى کړې وه.</verse>
				<verse number="26">نو د يَسى زوئ داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى کوله.</verse>
				<verse number="27">هغۀ څلوېښتو کالو پورې بادشاهى کوله. هغۀ په حبرون کښې اووۀ کاله او په يروشلم کښې درې دېرش کاله بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="28">هغه يو عزتمند او مالدار سړے وو او ښۀ په پوخ عُمر کښې مړ شو او د هغۀ زوئ سليمان د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="29">د داؤد بادشاه تاريخ د اول نه واخله تر آخره پورې د دې درېو پېغمبرانو په کتابونو کښې ليکلے شوے دے، سموئيل، ناتن او جاد.</verse>
				<verse number="30">د تاريخ دا کتابونه وائى چې هغۀ څنګه حکومت وکړو او هغه څومره طاقتور وو او هغه هر څۀ چې په هغۀ، بنى اِسرائيلو او ګېرچاپېره بادشاهتونو شوى وُو.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="14">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د داؤد بادشاه زوئ سليمان خپله بادشاهى ښۀ مضبوطه کړه او مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د هغۀ مل وو او هغه يې ډېر طاقتور کړو.</verse>
				<verse number="2">سليمان بادشاه هغه ټولو آفسرانو له چې د زرو سړو او سلو سړو د ډلو مشران وُو، د حکومت ټولو آفسرانو او کورَنو ټولو مشرانو له حُکم ورکړو،</verse>
				<verse number="3">هغوئ ته يې دا وفرمائيل چې د هغۀ سره په جبعون کښې د عبادت ځائ ته لاړ شى. هغوئ هلته ځکه لاړل چې دا هغه ځائ وو چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه لګېدلې وه، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه.</verse>
				<verse number="4">داؤد د لوظ صندوق د مخکښې نه د قِريَت‌يعريم نه هغه خېمې ته راوړے وو چې کومه يې د دې دپاره په يروشلم کښې جوړه کړې وه.</verse>
				<verse number="5">خو د زېړو کومه قربان‌ګاه چې د حُور نمسى او د اورى زوئ بضلى‌اېل جوړه کړې وه هغه هلته په جبعون کښې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې پرته وه. سليمان بادشاه او ټولو خلقو هلته مالِک خُدائ ته سوال وکړو.</verse>
				<verse number="6">سليمان د مالِک خُدائ په حضور کښې قربان‌ګاه ته وختلو، کومه چې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې پرته وه او په هغې باندې يې يو زر سوزېدونکې نذرانې پېش کړې.</verse>
				<verse number="7">په هغه شپه خُدائ پاک سليمان ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”چې څۀ غواړې نو وې غواړه چې زۀ يې درکړم.“</verse>
				<verse number="8">سليمان ورته وفرمائيل، ”تا زما پلار داؤد ته همېشه لويه مينه ښودلې ده او اوس دې زۀ د هغۀ نه پس بادشاه جوړ کړے يم.</verse>
				<verse number="9">اے مالِکه خُدايه پاکه، هغه وعده پوره کړه چې زما د پلار سره دې کړې ده. تا زۀ په هغه خلقو بادشاه جوړ کړے يم چې څوک د زمکې د شګو په شان ډېر دى،</verse>
				<verse number="10">نو ما له پوهه او حِکمت راکړه چې هغوئ په سمه لار باندې بوځم. څوک داسې شته چې ستا په دې لوئ قوم باندې حکومت وکړى؟“</verse>
				<verse number="11">خُدائ پاک سليمان ته وفرمائيل، ”تا جائيداد، دولت، عزت، يا د هغه خلقو مرګ نۀ دے غوښتلے چې ستا نه نفرت کوى او د اوږد عُمر سوال دې هم نۀ دے کړے، خو تا د حِکمت او پوهې سوال کړے دے چې زما په هغه خلقو باندې حکومت وکړې چې په چا باندې ما بادشاه جوړ کړې يې،</verse>
				<verse number="12">نو ځکه زۀ به تا له حِکمت او پوهه درکړم. او د دې نه علاوه، زۀ به تا له دومره دولت، خزانې او عزت درکړم چې نۀ به د دې نه مخکښې يو بادشاه ته مِلاو شوى وى او نۀ به وروستو چا ته کله هم مِلاو شى.“</verse>
				<verse number="13">نو سليمان په جبعون کښې د عبادت د ځائ نه لاړو، چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه وه او يروشلم ته راواپس شو. هلته هغۀ په اِسرائيل حکومت کولو.</verse>
				<verse number="14">هغۀ هلته د څوارلسو سوو جنګى ګاډو او دولس زرو په آسونو سوارو کسانو يو لښکر جوړ کړو، د هغوئ څۀ کسان يې په يروشلم کښې وساتل او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې کښېنول.</verse>
				<verse number="15">د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې سپين زر او سرۀ زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام شول او دِيار دومره زيات وُو لکه چې د غرونو په لمنو کښې بې‌شمېره چنارونه وى.</verse>
				<verse number="16">د سليمان سوداګرو د هغۀ آسونه او جنګى ګاډۍ د مِصر او قوعى په علاقو کښې اخستلې، هغوئ يوه جنګى ګاډۍ په شپږ سوه د سپينو زرو سيکو باندې او يو آس د سپينو زرو په يو نيم سل سيکو باندې اخستلو. هغوئ په حِتى او شامى بادشاهانو باندې هم آسونه او جنګى ګاډۍ خرڅولې.</verse>
				<verse number="17"></verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">سليمان فېصله وکړه چې يو کور جوړ کړى چرته به چې د مالِک خُدائ د نوم عبادت کيږى او د خپل ځان دپاره يو شاهى محل هم جوړ کړى.</verse>
				<verse number="2">هغۀ اويا زره سړى د سامان راوړلو او اتيا زره سړى يې د غرونو نه د کاڼو د راويستلو دپاره مقرر کړل. درې زره او شپږ سوه داسې نور سړى وُو چې د کار مشرى يې کوله.</verse>
				<verse number="3">سليمان د صور بادشاه حيرام له يو پېغام ولېږلو چې، ”ما له د دِيار لرګى راولېږه لکه څنګه چې تا زما پلار داؤد له لېږلى وُو چې کله هغۀ محل جوړولو.</verse>
				<verse number="4">زۀ د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړوم. دا به يو مخصوص ځائ وى چرته به چې د هغۀ په مخکښې خوشبوئى سوزولے شى، د قربانۍ خاص روټۍ پېش کولے شى او چې په هر سحر او ماښام، د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اخترونو او د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نورو مقررو اخترونو باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شى. هغۀ اِسرائيل له حُکم ورکړے دے چې دا کار به د همېشه دپاره کوئ.</verse>
				<verse number="5">زۀ چې کوم کور جوړوم نو هغه به عظيم کور وى، ځکه چې زمونږ خُدائ پاک د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے.</verse>
				<verse number="6">خو په حقيقت کښې بيا هم څوک د خُدائ پاک دپاره کور نۀ شى جوړولے، ځکه چې په لويو آسمانونو کښې هغه نۀ شى ځائېدلے. نو زۀ څوک يم چې د هغۀ دپاره يو کور جوړ کړم، بغېر د دې نه چې يو ځائ جوړ کړم چې د هغۀ په وړاندې په کښې نذرانې پېش کيږى؟</verse>
				<verse number="7">نو ما له يو سړے راولېږه چې په نقش نګارۍ کښې، د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې په کار کښې او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ کپړه جوړولو کښې ماهِر وى. هغه به د يهوداه او يروشلم کاريګرو سره کار کوى کوم چې زما پلار داؤد خوښ کړى دى.</verse>
				<verse number="8">ما ته پته ده چې ستاسو د لرګو وهونکى سړى ډېر تکړه دى، نو ما له د لبنان نه د دِيار، سبر ونې او صُندل لرګى راولېږه. زما سړى به ستاسو د سړو مدد کوى،</verse>
				<verse number="9">چې ډېر زيات لرګى تيار کړى، ځکه چې زما د خُدائ پاک د کوم کور د جوړولو اراده ده هغه به لوئ او بې‌مثاله وى.</verse>
				<verse number="10">ګوره، ستا د کاريګرانو په مزدورۍ کښې به دوه زره ټنه غنم او دوه زره ټنه اوربشې، څلور لاکه ليټره مے او څلور لاکه ليټره د زيتُونو تېل درولېږم.“</verse>
				<verse number="11">د صور بادشاه حيرام سليمان له په جواب کښې يو خط ولېږلو. هغۀ ورته ليکلى وُو، ”مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره مينه کوى نو په دې وجه هغۀ تۀ د هغوئ بادشاه جوړ کړې.</verse>
				<verse number="12">د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، چې د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے. هغۀ داؤد بادشاه له يو هوښيار زوئ ورکړے دے، چې د پوهې او مهارت خاوند دے، چې اوس د هغۀ منصوبه دا ده چې د مالِک خُدائ دپاره يو کور او د خپل ځان دپاره يو محل جوړ کړى.</verse>
				<verse number="13">زۀ تا له يو قابل او تکړه اُستاذ درلېږم چې د هغۀ نوم حيرام دے.</verse>
				<verse number="14">د هغۀ مور د دان د قبيلې وه او د هغۀ پلار د صور اصلى اوسېدونکے وو. هغه د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو، اوسپنې، کاڼو او د لرګو د څيزونو په جوړولو باندې پوهيږى. هغه د آسمانى رنګ، کاسنى او سور رنګ او د لټې د کپړې په کار پوهيږى. هغه هر قِسم پاخۀ ليکل کولے شى او چې هغۀ له هر څنګه نقشه ورکړے شى نو په هغې عمل کولے شى. هغه پرېږده چې ستا د تکړه کاريګرو سره او د هغوئ سره کار وکړى چا چې ستا د پلار يعنې د داؤد بادشاه دپاره کار کړے وو.</verse>
				<verse number="15">نو اوس مونږ له هغه غنم، اوربشې، مے او د زيتُونو تېل راولېږه چې تا يې وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="16">د لبنان په غرونو کښې به مونږ هغه ټول د دِيار لرګى ووهو چې تا ته يې ضرورت دے، هغه به د يو بل سره د کشتۍ په شان وتړُو او په سمندر کښې به يې روان کړُو چې تر يافا پورې ورسيږى. د هغه ځائ نه يې تۀ يروشلم ته وړلے شې.“</verse>
				<verse number="17">سليمان بادشاه د هغه ټولو مسافرو مردم‌شمارى وکړه چې هغوئ د بنى اِسرائيل په مُلک کښې اوسېدل، هم هغه شان مردم‌شمارى څنګه چې د هغۀ پلار داؤد اخستې وه. هلته يو لاک درې پنځوس زره او شپږ سوه مسافر اوسېدونکى وُو.</verse>
				<verse number="18">هغۀ اويا زره کسان د سامان د وړلو راوړلو دپاره او اتيا زره کسان يې په غرونو کښې د کاڼو پرې کولو دپاره مقرر کړل او درې زره او شپږ سوه مشران يې د دې دپاره مقرر کړل چې د خلقو نه کار اخلى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">نو سليمان په يروشلم کښې د مورياه په غر د مالِک خُدائ د کور جوړول شروع کړل، چرته چې مالِک خُدائ د هغۀ پلار داؤد ته راڅرګند شوے وو. د مالِک خُدائ کور د اُرنان يبوسى په درمند جوړ شو، کوم ځائ چې داؤد خوښ کړے وو.</verse>
				<verse number="2">او د هغې جوړېدل د هغۀ د بادشاهۍ د څلورم کال د دوېمې مياشتې په دوېمه ورځ شروع شُو.</verse>
				<verse number="3">سليمان چې د خُدائ پاک د کور کوم بنياد کېښودو هغه تقريباً دېرش ګزه اوږد او تقريباً لس ګزه پلن وو.</verse>
				<verse number="4">د ننوتلو کوټه د کور د پوره پلنوالى هومره يعنې تقريباً لس ګزه وه او تقريباً شپېتۀ ګزه اوچته وه. د کوټې دننه دېوالونه او چت په سوچه سرو زرو باندې پټ وو.</verse>
				<verse number="5">په لويه کوټه باندې د دِيار د لرګى تختې لګولے شوې وې چې په سوچه سرو زرو باندې پټې وې، چې په دې باندې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه او د زنځيرونو نمونې ورباندې جوړې شوې وې.</verse>
				<verse number="6">بادشاه د خُدائ پاک کور د قيمتى کاڼو او د پروائم د مُلک د سرو زرو سره ښائسته کړو.</verse>
				<verse number="7">هغۀ د کور د دېوالونو، د تختو او دروازو پټولو دپاره سرۀ زر استعمال کړل، کاريګرو په دېوالونو باندې د وزرو والا مخلوق نقشې هم جوړې کړې،</verse>
				<verse number="8">د دنننۍ کوټې نوم زيات مقدس ځائ وو، چې تقريباً لس ګزه اوږده او لس ګزه پلنه وه، چې د کور د پوره پلنوالى هومره وه. د زيات مقدس ځائ د دېوالونو پټولو دپاره د شلو ټنو نه زيات سرۀ زر استعمال شوى وُو،</verse>
				<verse number="9">تقريباً نيم سېر سرۀ زر د مېخونو د جوړولو دپاره استعمال شوى وُو او د برنو کوټو دېوالونه هم په سرو زرو باندې پټ وُو.</verse>
				<verse number="10">بادشاه خپلو کاريګرو له دا حُکم هم ورکړو چې د وزرو والا مخلوق د اوسپنې نه جوړ کړئ، په سرو زرو يې پټ کړئ او په زيات مقدس ځائ کښې يې کېږدئ.</verse>
				<verse number="11">هلته دا څنګ په څنګ دروازې ته مخامخ ودرولے شوى وُو. د هر يو دوه وزر وُو، چې هر يو تقريباً دوه نيم ګزه پلن وو، وزر يې داسې خوارۀ وُو چې د کوټې په مينځ کښې د يو بل سره مِلاوېدل او په بل طرف باندې د کوټې دېوال ته رسېدلى وُو، چې پوره پلنوالے يې تقريباً لس ګزه وو.</verse>
				<verse number="12"></verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14">د زيات مقدس ځائ يوه پرده د مهينې لټې نه جوړه وه، چې د آسمانى، کاسنى او سور رنګ د وزرو والا مخلوق د شکلونو کار ورباندې شوے وو.</verse>
				<verse number="15">بادشاه دوه ستنې جوړې کړې چې هره يوه تقريباً اوولس ګزه لوړه وه او د خُدائ پاک د کور په مخکښې يې ولګولې. د هرې ستنې دپاسه تقريباً درې ګزه لوړ تاجونه وُو.</verse>
				<verse number="16">د ستنو سرونه د زنځيرونو د کَړو په شکلونو او په سلو انارو باندې ښائسته کړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="17">ستنې د خُدائ پاک د کور د ننوتلو په طرفونو باندې لګولے شوې وې، د جنوب په طرف باندې چې کومه ستنه لګولے شوې وه د هغې نوم يکين وو او چې په شمالى طرف باندې وه د هغې نوم بوعز وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">د سليمان بادشاه يوه د زېړو قربان‌ګاه وه، کومه چې تقريباً لس ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او پينځۀ ګزه اوچته وه.</verse>
				<verse number="2">هغۀ د زېړو يوه ګول ډيګۍ هم جوړه کړه چې تقريباً درې ګزه ډُوبه وه، مينځ يې پينځۀ ګزه وو او پينځلس ګزه غټه وه.</verse>
				<verse number="3">د ډيګۍ ګېرچاپېره په ټوله بهرنۍ څنډه باندې د يو بل دپاسه د ښائسته ښکارېدو دوه قطارونه وُو. د ښائسته ښکارېدو دا قطارونه د غوَيانو د بُتانو په شکل کښې وُو، چې دا ټول د پوره ډيګۍ سره يوه ټُکړه شوى وُو.</verse>
				<verse number="4">ډيګۍ د زېړو د دولسو غوَيو په شا باندې پرته وه چې د غوَيو مخونه بهر وُو، چې په څلورو واړو طرفونو باندې درې درې غوَيو مخونه اړولى وُو.</verse>
				<verse number="5">د ډيګۍ طرفونه درې اِنچۍ غټ وُو. د دې څنډه د پيالۍ د څنډې په شان وه، چې د نيلوفر د ګل په شان ښکارېده. په ډيګۍ کښې تقريباً شپېتۀ زره ليټره اوبۀ راتلې.</verse>
				<verse number="6">هغوئ لس ښانکونه هم جوړ کړل، چې پينځۀ د خُدائ پاک د کور په جنوبى طرف باندې او پينځۀ په شمالى طرف باندې کېښودلے شول. دا د ځناورو د برخو په کنګالولو کښې استعمالېدل کوم چې د نذرانې په توګه سوزولے کېدل. په غټه ډيګۍ کښې اوبو د اِمامانو دپاره وې چې د وينځلو دپاره يې استعمالولې.</verse>
				<verse number="7">د اصُولو په مطابق هغوئ لس د سرو زرو ډيوټ او لس مېزونه جوړ کړل او د خُدائ پاک د کور په لويه کوټه کښې يې کېښودل، چې په هر طرف باندې پينځۀ ډيوټ او پينځۀ مېزونه وُو. هغوئ سل د سرو زرو جامونه هم جوړ کړل.</verse>
				<verse number="8"></verse>
				<verse number="9">هغوئ د اِمامانو دپاره يو دربار هم جوړ کړو او يو بهرنے لوئ دربار يې هم جوړ کړو. هغوئ دربار ته د ننوتلو دپاره دروازې هم جوړې کړې او دا دروازې يې په زېړو باندې پټې کړې.</verse>
				<verse number="10">ډيګۍ د خُدائ پاک د کور د نمرخاتۀ جنوبى طرف ګوټ سره نزدې اېښودے شوې وه.</verse>
				<verse number="11">حيرام لوښى، بېلچۍ او جامونه هم جوړ کړل. هغۀ دا هر څۀ هغسې مکمل کړل چې څنګه يې د سليمان بادشاه سره وعده کړې وه چې د خُدائ پاک د کور دپاره به يې جوړوى: دوه ستنې، د ستنو دپاسه دوه د جامونو په شان تاجونه، په هر تاج باندې د زنځير د کَړو شکلونه، د زېړو څلور سوه انار چې د هر تاج نه ګېرچاپېره په دوو قطارونو کښې وُو، لس ګاډۍ، لس ښانکونه، يوه ډيګۍ، دولس غوَيى چې ډيګۍ ورباندې پرته وه، لوښى، بېلچې او درې غاښى. د کاريګرو مشر حيرام دا هر څۀ د پړقېدونکو زېړو نه جوړ کړل، لکه څنګه چې سليمان بادشاه حُکم کړے وو، چې دا دې د مالِک خُدائ په کور کښې استعمال شى.</verse>
				<verse number="12"></verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14"></verse>
				<verse number="15"></verse>
				<verse number="16"></verse>
				<verse number="17">بادشاه دا هر څۀ د اُردن په مېدان کښې د سُکات او صريده په مينځ کښې په بټۍ کښې جوړ کړى وُو.</verse>
				<verse number="18">دومره زيات سامان په کښې جوړ شوے وو چې هيچا هم د هغه زېړو ټول وزن معلوم نۀ کړو چې په دې کښې استعمال شوى وُو.</verse>
				<verse number="19">سليمان بادشاه د خُدائ پاک د کور دپاره د سرو زرو دا سامان هم جوړ کړے وو، قربان‌ګاه او خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ مېز،</verse>
				<verse number="20">ډيوټ او د ښو سرو زرو ډيوې چې د منصوبې په مطابق د زيات مقدس ځائ ته مخامخ بلېدې،</verse>
				<verse number="21">د ګلونو ښائسته والے، ډيوې او چمټې،</verse>
				<verse number="22">د ډيوو سرپوښونه، جامونه، د خوشبويۍ لوښى او د بلو سکارو وړلو دپاره استعمالېدونکى لوښى. دا ټول څيزونه د سوچه سرو زرو نه جوړ شوى وُو. د خُدائ پاک د کور بهرنۍ دروازې او د زيات مقدس ځائ دروازې په سرو زرو باندې پټې کړے شوې وې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور ټول کار ختم کړو، نو هغۀ د خُدائ پاک د کور په خزانو کښې هغه ټول څيزونه کېښودل کوم چې د هغۀ پلار داؤد مالِک خُدائ ته وقف کړى وُو يعنې سپين زر، سرۀ زر او نور سامان.</verse>
				<verse number="2">بيا سليمان بادشاه د قبيلو او د بنى اِسرائيلو د ډلو ټول مشران راوغوښتل چې په يروشلم کښې راغونډ شى، او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د داؤد د ښار صيون نه يوسى.</verse>
				<verse number="3">نو هغوئ ټول د جونګړو د اختر په وخت کښې راغونډ شول.</verse>
				<verse number="4">کله چې ټول مشران راغونډ شول، نو بيا ليويانو د لوظ صندوق اوچت کړو.</verse>
				<verse number="5">هغوئ دا د خُدائ پاک کور ته راوړو. اِمامانو او ليويانو هم د مالِک خُدائ د حضور خېمه او د دې ټول سامان د خُدائ پاک کور ته يوړو.</verse>
				<verse number="6">سليمان بادشاه او ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق په مخکښې راغونډ شول او دومره ډېر ګډان او څاروى يې حلال کړل چې هغه د شمېر نه بهر وُو.</verse>
				<verse number="7">بيا اِمامانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د خپل خاص ځائ يعنې د خُدائ پاک د کور دنننى زيات مقدس ځائ ته راوړو او د وزرو والا مخلوق لاندې يې کېښودو.</verse>
				<verse number="8">د هغوئ خورو ورو وزرو د لوظ صندوق او د وړولو بازوګان پټ کړل.</verse>
				<verse number="9">کۀ څوک د زيات مقدس ځائ په مخکښې ولاړ وو نو هغوئ دا بازوګان ليدلے شول ځکه چې دا اوږدۀ وو، خو د بل يو ځائ نه هم نۀ ښکارېدل. هغه بازوګان تر ننه پورې هلته دى.</verse>
				<verse number="10">د لوظ صندوق دننه د کاڼو د هغه دوو تختو نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو کومې چې موسىٰ د سينا د غرۀ سره په کښې اېښې وې، دا په هغه وخت کښې شوى وُو چې کله بنى اِسرائيليان د مِصر نه راروان وُو او مالِک خُدائ د هغوئ سره يو لوظ وکړو.</verse>
				<verse number="11">کۀ د اِمامانو د خِدمت وار وو او کۀ نه، خو چې کوم اِمامان هلته موجود وو هغوئ خپل ځانونه پاک کړل او د مقدس ځائ نه لاړل. ټولو ليويانو موسيقارانو، آسف، هيمان او يدوتون او د هغوئ ټولو خپلوانو د لټې جامې اغوستې وې. ليويان د چمټو او بينجو سره د قربان‌ګاه سره نزدې نمرخاتۀ طرف ته ولاړ وُو او د هغوئ سره يو سل او شل اِمامان وُو چې بيګلې يې غږولې. د سندرغاړو او بيګلو غږوونکو آواز او ساز به په يو ځائ اوچتېدو چې د مالِک خُدائ ثناء صِفت او شُکر ادا کړى. ورسره يې بيګل، چمټې او نور څيزونه غږول، هغوئ به آواز اوچتولو او د مالِک خُدائ يې داسې صِفت کولو، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ، ځکه چې هغه مهربان دے، او د هغۀ مينه ابدى ده.“ بيا د مالِک خُدائ کور د وريځې نه ډک شو.</verse>
				<verse number="12"></verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14">نو اِمامانو د وريځې په وجه خِدمت نۀ شو تر سره کولے، ځکه چې د مالِک خُدائ جلال د خُدائ پاک کور ډک کړے وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">بيا سليمان دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، تا په تکه توره وريځ کښې اوسېدل خوښ کړى دى.</verse>
				<verse number="2">اوس ما ستا دپاره يو عظيم کور جوړ کړے دے، يو داسې ځائ چې د همېشه دپاره به په کښې اوسېږې.“</verse>
				<verse number="3">ټول بنى اِسرائيليان هلته ولاړ وُو. بادشاه هغوئ ته مخ ورواړولو او د هغوئ دپاره يې د خُدائ پاک نه برکت وغوښتلو.</verse>
				<verse number="4">هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ چې زما د پلار داؤد سره کومه وعده کړې وه نو هغه يې پوره کړې ده کله چې هغۀ وفرمائيل چې</verse>
				<verse number="5">د هغه وخت نه چې د کله نه مې خپل خلق د مِصر نه راويستى دى تر اوسه پورې ما د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې يو ښار هم نۀ دے خوښ کړے چې هلته زما د عبادت دپاره يو کور جوړ کړے شى او ما هيڅ څوک هم نۀ دے خوښ کړے چې زما د خلقو بنى اِسرائيلو مشرى وکړى.</verse>
				<verse number="6">خو اوس ما يروشلم خوښ کړے دے چې دا به هغه ځائ وى چرته چې به زما عبادت کيږى او ما داؤد خوښ کړے دے چې زما په خلقو يعنې بنى اِسرائيلو باندې حکومت کوى.“</verse>
				<verse number="7">او سليمان خپله خبره جارى وساتله، ”زما د پلار داؤد منصوبه دا وه چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د عبادت دپاره يو کور جوړ کړى،</verse>
				<verse number="8">خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل چې زما د نوم د درناوى دپاره د يو کور جوړولو په غوښتلو کښې تۀ په حقه يې،</verse>
				<verse number="9">خو تۀ به هغه هيڅکله جوړ نۀ کړې بلکې هغه به ستا خپل زوئ وى چې زما دپاره کور جوړ کړى.</verse>
				<verse number="10">اوس مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړې ده، زۀ د خپل پلار نه پس د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ شوے يم او ما د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د نوم درناوى دپاره يو کور جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="11">ما په هغه کور کښې د لوظ صندوق اېښے دے چې په هغې کښې د هغه لوظ د کاڼو تختې دى کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سره کړے دے.“</verse>
				<verse number="12">بيا سليمان د خلقو په مخکښې لاړو او د قربان‌ګاه په مخکښې وړاندې ودرېدو او د دُعا دپاره يې لاسونه اوچت کړل.</verse>
				<verse number="13">سليمان د زېړو يو ممبر هم جوړ کړے وو او دا يې د دربار په مينځ کښې اېښے وو. دا اووۀ نيم فټه اوږد اووۀ نيم فټه پلن او څلور نيم فټه اوچت وو. هغه په دې ممبر ودرېدلو، او بيا ټيټ شو، د هلته نه هر چا هغه وليدو. بيا هلته نه هغۀ آسمان طرف ته خپل لاسونه اوچت کړل.</verse>
				<verse number="14">هغۀ سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه. په ټول آسمان او زمکه کښې ستا په شان خُدائ نشته. کله چې ستا خلق د زړۀ د اخلاصه ستا فرمانبردارى کوى نو تۀ هغوئ سره خپل لوظ پوره کوې او هغوئ ته خپله مينه ښائې.</verse>
				<verse number="15">تا چې د خپل خِدمت کوونکى زما د پلار داؤد سره کومه وعده کړې ده نو هغه دې ټوله نن په خپله پوره کړې ده.</verse>
				<verse number="16">نو اوس مالِکه خُدايه د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، هم هغه وعده هم پوره کړه چې کومه تا زما پلار سره کړې ده چې هغۀ ته دې فرمائيلى وُو چې د هغۀ د اولاد نه به همېشه داسې يو کس وى چې په بنى اِسرائيلو به بادشاهى کوى، کۀ هغوئ د هغۀ په شان ستا په قانون باندې په توجو سره عمل کوى.</verse>
				<verse number="17">نو اوس مالِکه خُدايه د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، هغه هر څۀ پوره کړه چې تا د خپل خِدمت کوونکى داؤد سره وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="18">خو اے خُدايه پاکه، ولې تۀ به په رښتيا د بنيادمو سره اوسېږې؟ ستا هستى خو دومره لويه ده چې آسمانونه، لوئ آسمانونه هم ستا دپاره واړۀ دى نو بيا دا کور خو ډېر زيات وړوکے دے چې ما جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="19">مالِکه خُدايه زما خُدايه پاکه، زۀ ستا خِدمت کوونکے يم. زما سوال واوره او چې ما کوم سوال درته کړے دے هغه پوره کړه.</verse>
				<verse number="20">تۀ په دې کور او په دې ځائ باندې شپه او ورځ نظر ساته چې تا فرمائيلى دى چې تۀ به دلته خپل نوم ږدې. زۀ چې دې ځائ ته مخامخ کومه او دُعا کوم نو هغه همېشه اوره.</verse>
				<verse number="21">د خپل خِدمت کوونکى دُعاګانې او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دُعاګانې اوره چې کله هغوئ دې ځائ ته مخ کوى او دُعا کوى. تۀ په آسمان کښې اوره چرته چې تۀ اوسېږې او چې کله تۀ اورې نو معافى کوه.</verse>
				<verse number="22">کله چې په يو کس اِلزام ولګوى چې بل چا ورسره بد کړى دى او په دې کور کښې ستا قربان‌ګاه ته راوستلے شى چې هغه قسم وکړى چې بې‌ګناه دے،</verse>
				<verse number="23">نو اے مالِکه خُدايه، په آسمان کښې اوره او د خپلو خِدمت کوونکو عدالت کوه. مجرم له هغه شان سزا ورکوه چې څنګه يې حقدار وى او چې څوک بې‌ګناه وى نو هغه پرېږده.</verse>
				<verse number="24">کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان د خپلو دشمنانو نه شکست وخورى ځکه چې هغوئ به ستا خِلاف ګناه کړې وى او چې بيا هغوئ تا ته راوګرځى او دې کور ته راشى او تا ته په عاجزۍ سره د معافۍ دپاره سوال وکړى،</verse>
				<verse number="25">نو په آسمان کښې د هغوئ سوال اوره. د خپلو خلقو سزا معاف کوه او واپس يې هغه مُلک ته راوله چې کوم تا هغوئ او د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے دے.</verse>
				<verse number="26">کله چې په دې وجه د آسمان نه باران ايسار شى چې ستا خلقو ګناه کړې وى او کله چې هغوئ په عاجزۍ سره دې کور ته مخ کړى او توبه وباسى</verse>
				<verse number="27">نو په آسمان کښې د هغوئ سوال اوره او د خپلو خِدمت کوونکو د بنى اِسرائيلو ګناهونه معاف کوه او هغه څۀ ورته ښايه چې کوم صحيح وى. بيا اے مالِکه خُدايه، په دې خپل مُلک باندې باران راولېږه، کوم چې تا خپلو خلقو له ورکړے دے چې د همېشه دپاره د هغوئ ميراث وى.</verse>
				<verse number="28">کله چې په هغه مُلک کښې قحط، وبا وى يا د ګرمې هوا يا د قحطۍ د مُولخانو په وجه فصلونه تباه کيږى، يا چې دشمنان ستا د خلقو ښار محاصره کړى، يا چې کله د هغوئ په مينځ کښې يو مرض يا بيمارى وى،</verse>
				<verse number="29">نو د هغوئ دُعاګانې اوره. کۀ ستا د خلقو بنى اِسرائيلو نه هر څوک هم، د مصيبت او تکليف په وخت کښې خپل لاسونه د دُعا دپاره دې کور ته اوچت کړى،</verse>
				<verse number="30">نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ سوال اوره او هغوئ معاف کوه. صِرف تۀ د بنى آدم د زړۀ په منصوبو پوهېږې. هر چا سره هغه شان سلوک کوه چې څنګه يې حقدار وى،</verse>
				<verse number="31">نو چې داسې ستا خلق ستا نه يريږى او چې هغوئ همېشه ستا تابعدارى کوى چې کله په هغه مُلک کښې اوسيږى چې تا زمونږ پلار نيکۀ له ورکړے دے.</verse>
				<verse number="32">د پردى مُلک هغه خلق چې په لرې مُلک کښې اوسيږى چې هغوئ دا واورى چې تۀ څومره لوئ او طاقتور يې او د کار کولو دپاره تۀ همېشه څومره تيار يې او چې کله هغوئ د دُعا دپاره دې کور ته راشى،</verse>
				<verse number="33">نو تۀ د هغوئ سوال اوره. چرته چې تۀ اوسېږې، د هغوئ سوال اوره او هغه څۀ کوه چې دوئ يې غواړى، نو چې داسې د ټولې دُنيا خلق دې وپېژنى او ستا د خلقو بنى اِسرائيلو په شان ستا نه ويريږى. بيا به هغوئ ته پته ولګى چې ما دا کوم کور جوړ کړے دے په دې پورې ستا نوم تړلے شوے دے.</verse>
				<verse number="34">کله چې تۀ خپلو خلقو له حُکم ورکړې چې د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له لاړ شئ او هغوئ تا ته سوال وکړى، چې هغوئ چرته هم وى او مخ يې دې ښار ته وى کوم چې تا خوښ کړے دے او دې کور ته يې مخ وى کوم چې ما ستا دپاره جوړ کړے دے،</verse>
				<verse number="35">نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې د هغوئ سوال اوره او هغوئ له فتح ورکوه.</verse>
				<verse number="36">کله چې ستا خلق ستا خِلاف ګناه وکړى او داسې هيڅ څوک نشته چې ګناه نۀ کوى او په غصه کښې تۀ د هغوئ دشمنان پرېږدې چې هغوئ له شکست ورکړى او هغوئ يو بل مُلک ته قېديان بوځى، کۀ هغه مُلک لرې هم وى،</verse>
				<verse number="37">نو د خپلو خلقو سوال اوره. کۀ هلته په هغه مُلک کښې هغوئ توبه وباسى او تا ته سوال وکړى او دا اِقرار وکړى، چې مونږ ډېر ګناهګار او بدعمله يو، نو اے مالِکه خُدايه، د هغوئ سوال اوره.</verse>
				<verse number="38">کۀ په هغه مُلک کښې هغوئ په رښتيا او د زړۀ د اخلاصه توبه وباسى او سوال وکړى چې مخ يې دې مُلک ته وى کوم چې تا د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے دے، هغه ښار چې کوم تا خوښ کړے دے او هغه کور چې ما ستا دپاره جوړ کړے دے،</verse>
				<verse number="39">نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې، چرته چې اوسېږې په هغوئ مهربان شه او د خپلو خلقو ټول ګناهونه معاف کوه.</verse>
				<verse number="40">نو اے زما خُدايه پاکه، مونږ ته وګوره او هغه دُعاګانې قبولې کړه چې په دې ځائ کښې شوې دى.</verse>
				<verse number="41">مالِکه خُدايه اے خُدايه پاکه، د خپل لوظ صندوق سره دې خاص ځائ ته دننه لاړ شه چې دا صندوق ستا د طاقت نښه ده. اے مالِکه خُدايه پاکه، ستا اِمامانو ته دې خلاصون مِلاو شى او ستا ايماندار خِدمت کوونکى دې ستا د مهربانۍ په وجه خوشحاله وى.</verse>
				<verse number="42">مالِکه خُدايه اے خُدايه پاکه، کوم بادشاه چې تا خوښ کړے دے هغه مۀ رد کوه. هغه مينه ياده کړه چې کومه تا د خپل خِدمت کوونکى داؤد سره کړې ده.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">کله چې سليمان بادشاه خپله دُعا ختمه کړه نو د آسمان نه اور راکوز شو او کومې نذرانې چې پېش کړے شوې وې هغه يې وسوزولې او د خُدائ پاک کور د مالِک خُدائ د حضور د جلال نه ډک شو.</verse>
				<verse number="2">اِمامان د مالِک خُدائ کور ته ځکه نۀ شول ننوتلے چې د مالِک خُدائ کور د جلال نه ډک وو.</verse>
				<verse number="3">کله چې ټولو بنى اِسرائيلو وليدل چې اور راکوزېدلو او د مالِک خُدائ د جلال نه ډک حضور هغه کور ډک کړے وو، نو هغوئ پړمخې په زمکه وغورزېدل، سجده يې وکړه او د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې يې وفرمائيل، ”هغه مهربان دے، د هغۀ د وفا نه ډکه مينه د همېشه دپاره ده.“</verse>
				<verse number="4">بيا سليمان او ټولو خلقو مالِک خُدائ ته نذرانې پېش کړې.</verse>
				<verse number="5">هغۀ دوويشت زره څاروى او يو سل او شل زره ګډان د سلامتۍ نذرانې په توګه حلال کړل. نو داسې هغۀ او ټولو خلقو د خُدائ پاک کور وقف کړو.</verse>
				<verse number="6">اِمامان په هغه مقررو شوو ځايونو باندې ولاړ وُو او ليويان ورسره وُو، هغوئ وفرمائيل، ”د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د همېشه دپاره ده.“ هغوئ د موسيقۍ د هغه سامان سره په يو انداز سندرې وئيلې کوم چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ د ثناء صِفت دپاره جوړ کړى وُو. ليويانو ته مخامخ اِمامانو بيګلې غږولې او په دې دوران کښې ټول بنى اِسرائيليان ولاړ وُو.</verse>
				<verse number="7">سليمان د دربار مرکزى حِصه وقف کړه، کوم ځائ چې د مالِک خُدائ د کور په مخکښې وو او بيا يې هلته پوره سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د سلامتۍ د نذرانې وازګه يې پېش کړه، هغۀ داسې ځکه وکړل چې هغۀ د زېړو کومه قربان‌ګاه جوړه کړې وه نو هغه قربان‌ګاه د دې ټولو نذرانو دپاره ډېره وړه وه.</verse>
				<verse number="8">سليمان او ټولو بنى اِسرائيلو اووۀ ورځې د جونګړو اختر وکړو. هلته په شمال کښې د حمات دَرې نه واخله په جنوب کښې د مِصر د سرحد پورې يوه لويه ګڼه وه.</verse>
				<verse number="9">هغوئ اووۀ ورځې د قربان‌ګاه د وقف کولو دپاره او اووۀ نورې ورځې د اختر دپاره تېرې کړې. په آخرى ورځ هغوئ يو آخرى تقريب وکړو،</verse>
				<verse number="10">په ورپسې ورځ يعنې د اوومې مياشتې په درويشتمه ورځ، سليمان خلق کورونو ته ولېږل. هغوئ په هغه ټولو برکتونو باندې خوشحاله وُو کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له، داؤد او سليمان له ورکړى وُو.</verse>
				<verse number="11">کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ کور او محل او د دې دپاره ټولې منصوبې مکملې کړې،</verse>
				<verse number="12">نو مالِک خُدائ هغۀ ته د شپې راڅرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده او دا ځائ د يو داسې ځائ په توګه قبلوم چرته به چې ما ته نذرانې پېش کيږى.</verse>
				<verse number="13">کله هم چې زۀ باران نۀ وروم يا د قحطۍ مُلخان راولېږم چې فصلونه وخورى او يا په خپلو خلقو باندې يوه وبا راولېږم،</verse>
				<verse number="14">نو کۀ زما خلق څوک چې زما خپل خلق دى ما ته سوال وکړى او توبه وباسى او چې هغوئ کوم بد عمل کوى د هغې نه راوګرځى، نو بيا به زۀ په آسمان کښې د هغوئ سوال واورم، د هغوئ ګناهونه به معاف کړم او د هغوئ زمکه به بيا آباده کړم.</verse>
				<verse number="15">زۀ به په دې کور باندې نظر وساتم او چې په دې کور کښې کومې دُعاګانې وشى نو د هغې اورېدو دپاره به تيار يم،</verse>
				<verse number="16">ځکه چې دا ما خوښ کړے دے او دا مې د دې دپاره پاک ګرځولے دے چې دلته به د تل دپاره زما عبادت کيږى. زۀ به په دې باندې نظر ساتم او تل به يې حِفاظت کوم.</verse>
				<verse number="17">کۀ تۀ د خپل پلار داؤد په شان په وفادارۍ سره زما خِدمت کوې، زما قانون منې او هغه هر څۀ کوې چې ما يې حُکم کړے دے،</verse>
				<verse number="18">نو زۀ به هغه وعده پوره کړم کومه چې ما ستا پلار داؤد سره کړې وه کله چې ما هغۀ ته وفرمائيل چې په بنى اِسرائيلو کښې به ستا اولاد همېشه حکومت کوى.</verse>
				<verse number="19">خو کۀ تۀ او ستا خلق کله هم هغه قانون او حُکمونه نۀ منئ چې ما تاسو له درکړى دى او د نورو معبودانو عبادت وکړئ،</verse>
				<verse number="20">نو بيا به زۀ تاسو د هغه مُلک نه لرې کړم چې ما درکړے دے او زۀ به دا کور پرېږدم چې ما دا ځائ د دې دپاره مخصوص کړے دے چرته به چې زما عبادت کيږى. نو ټول قومونه به په دې پورې خندا کوى او سپکاوے به يې کوى.</verse>
				<verse number="21">دا کور اوس د شان او شوکت والا دے خو چې بيا کله هم څوک په دې تېريږى نو حېران به شى او تپوس به کوى چې، مالِک خُدائ د دې مُلک او د دې کور سره داسې بد ولې کړى دى؟</verse>
				<verse number="22">نو خلق به په جواب کښې وائى چې، دا ځکه وشول چې هغوئ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک پرېښودو، چا چې د هغوئ پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل. هغوئ نورو معبودانو ته ورواوړېدل او د هغوئ عبادت يې وکړو. نو ځکه مالِک خُدائ په هغوئ باندې دا مصيبت راوستلو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">سليمان په خپل محل او د مالِک خُدائ په کور جوړولو کښې شل کاله ولګول.</verse>
				<verse number="2">هغۀ هغه ښارونه هم بيا جوړ کړل چې حيرام بادشاه ورکړى وُو او بنى اِسرائيليان يې ورولېږل چې په هغې کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="3">سليمان بيا حمات ضوباه ته لاړو او دا علاقه يې قبضه کړه</verse>
				<verse number="4">او په صحرا کښې د پَخو دېوالونو ښار تدمور يې بيا جوړ کړو. هغۀ په حمات کښې هغه ټول ښارونه هم بيا جوړ کړل چې کوم ښارونه د ګودامونو دپاره استعمالېدل.</verse>
				<verse number="5">سليمان دا ښارونه هم بيا جوړ کړل، پاسنے بيت‌حورون او لاندينے بيت‌حورون چې دا د پَخو دېوالونو ښارونه وُو چې مضبوطې دروازې يې لرلې،</verse>
				<verse number="6">د بعلات ښار، هغه ټول ښارونه چې د سامان ګودامونه وُو او هغه ښارونه چرته چې د هغۀ آسونه او جنګى ګاډۍ ودرېدلې. هغۀ د يروشلم، لبنان او د هغه ټولې علاقې چې د هغۀ په بادشاهۍ کښې وې، نو چې کوم آبادول غوښتل هغه يې سر ته ورسول او بادشاهى يې کوله.</verse>
				<verse number="7">سليمان د کنعان د خلقو ټول اولاد داسې نوکران کړل چې په زور ترې نه کار اخستلے شو. دا هغه کسان وُو کوم چې بنى اِسرائيلو نه ژوندى پاتې شوى وُو کله چې بنى اِسرائيلو هغه مُلک ونيولو. په دې کښې حِتيان، اموريان، فرزيان، حِويان او يبوسيان وُو، چې د هغوئ اولاد تر نن وخته پورې غلامان دى.</verse>
				<verse number="8"></verse>
				<verse number="9">د بنى اِسرائيلو نه په زور کار نۀ شو اخستلے، خو د فوجيانو، آفسرانو، د جنګى ګاډو مشرانو او په آسونو سوارو کسانو په توګه يې خِدمت کولو.</verse>
				<verse number="10">سليمان د بنى اِسرائيلو نه دوه نيم سوه آفسران مقرر کړل چې په دغه خلقو مشرى وکړى.</verse>
				<verse number="11">سليمان خپله ښځه يعنې د مِصر د فِرعون لور د داؤد د ښار نه هغه کور ته بوتله چې کوم يې د هغې دپاره جوړ کړے وو. هغۀ وفرمائيل، ”هغه دې د بنى اِسرائيلو بادشاه داؤد په محل کښې نۀ اوسيږى، ځکه چې چرته د لوظ صندوق پاتې شوے وو نو هغه ځائ مقدس دے.“</verse>
				<verse number="12">سليمان په هغه قربان‌ګاه باندې مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې پېش کړې کومه چې هغۀ د خُدائ پاک د کور په مخکښې جوړه کړې وه.</verse>
				<verse number="13">هغۀ د هرې مقدسې ورځې دپاره د موسىٰ د شريعت د حُکم په مطابق سوزېدونکې نذرانې پېش کړې، د سبت د ورځو، د نوې مياشتې اخترونو او د کال درې کلنى اخترونو: د پتيرې روټۍ اختر، د رېبلو اختر او د جونګړو اختر.</verse>
				<verse number="14">اِمامانو ته د ذمه وارو حواله کولو دپاره سليمان د خپل پلار داؤد په اصُولو باندې عمل وکړو. هغۀ ليويان هم مقرر کړل چې په ثناء صِفت کولو کښې او د اِمامانو سره د هغوئ په کارونو کښې مدد کوى. او هغۀ د ډلو په مطابق په دروازو باندې څوکيداران هم ودرول، ځکه چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد هم دغه شان حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="15">داؤد چې د خزانو او نورو معامِلو دپاره اِمامانو او ليويانو ته کوم اصُول ښودلى وُو هغه پوره پوره سر ته رسېدلى وُو.</verse>
				<verse number="16">په هغه وخت کښې د سليمان ټول کارونه پوره شول. د مالِک خُدائ د کور د بنياد نه واخله تر سر ته رسولو پورې د هغۀ ټول کارونه په صحيح طريقې سره سر ته ورسېدل.</verse>
				<verse number="17">سليمان عصيون‌جابر او ايلات ته لاړو، دا د ادوم په علاقه کښې د بحرِقُلزم په غاړه د سمندرى جهازونو ځايونه دى.</verse>
				<verse number="18">حيرام بادشاه د خپلو آفسرانو او د تجربه‌کاره کشتو چلوونکو د مشرۍ لاندې هغۀ له سمندرى جهازُونه ولېږل. هغوئ د سليمان د آفسرانو سره د اوفير مُلک ته جهازُونه بوتلل او سليمان له يې د پينځلسو زرو کلو نه زيات سرۀ زر راوړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">د شيبا مُلک مَلِکه د سليمان شُهرت نه خبر شوه او هغه يروشلم ته راغله چې په مشکلو سوالونو د هغۀ امتحان واخلى. هغې ځان سره يوه لويه ډله راوسته او داسې اوښان يې هم راوستل چې په مصالحو، قيمتى کاڼو او په لوئ مِقدار کښې په سرو زرو باندې بار وُو. هغه سليمان له راغله او چې د هغې په ذهن کښې څۀ هم وُو نو د سليمان سره يې د هغې په حقله خبرې وکړې.</verse>
				<verse number="2">سليمان هغې له د ټولو سوالونو جوابونه ورکړل. د هغۀ دپاره داسې يو سوال هم مشکل نۀ وو چې د هغې وضاحت يې ورته نۀ شو کولے.</verse>
				<verse number="3">د شيبا مَلِکه د سليمان په حِکمت باندې پوهه شوه او چې هغۀ کوم محل جوړ کړے وو هغه يې وليدو.</verse>
				<verse number="4">د هغۀ په دسترخوان چې کوم خوراک پروت وو، د هغۀ د آفسرانو د اوسېدو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او د هغوئ لِباس، د هغۀ ساقيان د هغوئ لِباس او هغه سوزېدونکې نذرانې يې وليدې چې هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ حقه حېرانه شوه.</verse>
				<verse number="5">نو هغې بادشاه ته ووئيل، ”ما چې په خپل مُلک کښې ستا او ستا د حِکمت په حقله څۀ اورېدلى دى هغه رښتيا دى.</verse>
				<verse number="6">هغوئ چې ما ته څۀ وئيل نو ما په هغې باندې تر هغې پورې يقين نۀ کولو چې راغلم او په خپله مې وليدل. زۀ ستا د نيم حِکمت نه هم خبر نۀ وم. چې خلق څۀ وائى تۀ د هغې نه هم ډېر زيات هوښيار يې.</verse>
				<verse number="7">هغوئ څومره بختور دى چې څوک ستا خِدمت کوى، هغوئ هر وخت ستا په حضور کښې وى او د دې حقدار دى چې ستا د حِکمت خبرې واورى.</verse>
				<verse number="8">د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ دا ښکاره کړې ده چې هغه ستا نه څومره خوشحاله دے چې تۀ يې بادشاه جوړ کړے يې چې د هغۀ په نوم باندې حکومت وکړې. ځکه چې هغه د خپلو خلقو يعنې بنى اِسرائيلو سره مينه کوى او د همېشه دپاره د هغوئ حِفاظت کول غواړى، هغۀ تۀ د هغوئ بادشاه جوړ کړے يې چې د اِنصاف او صداقت نه کار اخلې.“</verse>
				<verse number="9">هغې چې کومې تُحفې راوړې وې نو هغه يې سليمان بادشاه ته پېش کړې، د څلورو زرو کلو نه زيات سرۀ زر او په يو لوئ مِقدار کښې مصالحې او قيمتى کاڼى. د هغې نه نورې ښې مصالحې نۀ وې کومې چې د شيبا مَلِکې سليمان بادشاه له ورکړې.</verse>
				<verse number="10">د حيرام بادشاه او د سليمان بادشاه سړو چې د اوفير نه سرۀ زر راوړل نو هغوئ د صُندل لرګى او کالى هم راوړل.</verse>
				<verse number="11">سليمان دا لرګے د مالِک خُدائ د کور او د خپل محل د پوړو جوړولو دپاره استعمال کړو او موسيقارانو له يې ترې نه بينجو او ربابُونه جوړ کړل. د يهوداه په مُلک کښې د دې نه مخکښې د دې په شان هيڅ هم نۀ وُو ليدلے شوى.</verse>
				<verse number="12">مَلِکه شيبا چې څۀ هم غوښتل نو سليمان بادشاه هغه ورکړل. دا د هغې نه علاوه وُو چې د هغه تُحفو په بدل کښې يې ورکړل کومې چې هغې راوړې وې. بيا هغه او د هغې ډله واپس خپل مُلک ته لاړل.</verse>
				<verse number="13">سليمان ته هر کال تقريباً درويشت زره کلو سرۀ زر مِلاوېدل،</verse>
				<verse number="14">د دې نه علاوه تاجرانو او سوداګرو به هغۀ له محصُول هم ورکولو. د عربو بادشاهانو او د بنى اِسرائيلو د ضِلعو حکمرانانو به هم هغۀ له سرۀ زر او سپين زر راوړل.</verse>
				<verse number="15">سليمان دوه سوه لوئ ډالونه جوړ کړل، چې هر يو تقريباً په اوو کلو ټکېدلے شوو سرو زرو باندې پټ وو،</verse>
				<verse number="16">درې سوه يې واړۀ ډالونه جوړ کړل، چې هر يو تقريباً په درېو کلو ټکېدلے شوو سرو زرو باندې پټ وو. هغۀ دا ټول د لبنان د ځنګل په محل کښې کېښودلى وُو.</verse>
				<verse number="17">بادشاه يو لوئ تخت هم جوړ کړے وو چې يوه حِصه يې د هاتى په غاښونو باندې پټه وه او باقى په سوچه سرو زرو باندې پټ وو.</verse>
				<verse number="18">د دې تخت شپږ پوړۍ وې چې بره ورختلې وې او يو د پښو کېښودلو چوکۍ ورسره تړلے شوې وه چې په سرو زرو باندې پټ وو. د تخت په هر طرف باندې بازوګان وُو او په هر طرف باندې د ولاړو زمرو بُتان وُو.</verse>
				<verse number="19">په پوړو باندې د دولسو زمرو مجسمې وې، چې شپږ يو طرف ته وُو او شپږ بل طرف ته وُو. په بله يوه بادشاهۍ کښې هيڅکله هم داسې تخت موجود نۀ وو.</verse>
				<verse number="20">د سليمان ټولې پيالۍ د سرو زرو نه جوړې وې او د لبنان د ځنګل د دربار ټول لوښى د سوچه سرو زرو وُو. د سليمان په وخت کښې سپين زر اهم نۀ شول ګڼلے.</verse>
				<verse number="21">بادشاه سره د تجارت دپاره سمندرى جهازُونه وُو، دا جهازُونه د حيرام بادشاه سړو چلول. هر درې کاله پس به د هغۀ جهازُونه راواپس کېدل چې سرۀ زر، سپين زر، د هاتى غاښونه، شادوګان او طاؤسان يې راوړل.</verse>
				<verse number="22">سليمان بادشاه په دُنيا کښې د نورو ټولو بادشاهانو نه زيات هوښيار او مالدار وو.</verse>
				<verse number="23">خُدائ پاک چې هغۀ له کوم حِکمت ورکړے وو د هغې د اورېدو دپاره به ټولو بادشاهانو د هغۀ سره مشوره کوله.</verse>
				<verse number="24">سليمان له به هر يو مېلمه دا تُحفې راوړلې: د سرو زرو او سپينو زرو څيزونه، چُوغې، وسلې، مصالحې، آسونه او قچر. هغوئ تر کالونو پورې داسې کول.</verse>
				<verse number="25">د سليمان بادشاه د خپلو جنګى ګاډو او آسونو دپاره څلور زره د ودرېدو ځايونه هم وُو او دولس زره يې آسونه وُو. څۀ يې په يروشلم کښې ساتلى وُو او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې مقرر کړى وُو.</verse>
				<verse number="26">هغه د فرات سيند د علاقې نه واخله د فلستيانو مُلک او د مِصرى سرحد پورې د ټولو بادشاهانو نه عظيم بادشاه وو.</verse>
				<verse number="27">د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې سپين زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام وُو او دِيار د يهوداه د غرونو په لمن کښې د عام چِنار په شان ډېر تېر وُو.</verse>
				<verse number="28">سليمان د مِصر او د نورو ډېرو مُلکونو نه آسونه راوستل.</verse>
				<verse number="29">د سليمان د اول نه واخله تر آخره پورې باقى پاتې تاريخ د ناتن پېغمبر په تاريخ کښې، د سيلا د اخياه په پېشګويۍ کښې او د عدو پېغمبر په پېشګويۍ کښې ليکلے شوى دى، چې هغه د يربعام زوئ د نباط په حقله هم خبرې کوى.</verse>
				<verse number="30">سليمان په ټولو بنى اِسرائيلو باندې په يروشلم کښې څلوېښت کاله بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="31">هغه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ رحُبعام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">رحُبعام شِکم ته لاړو، چرته چې د شمالى بنى اِسرائيل ټول خلق د دې دپاره راغونډ وُو چې هغه بادشاه جوړ کړى.</verse>
				<verse number="2">کله چې د نباط زوئ يربعام څوک چې د سليمان بادشاه نه مِصر ته تښتېدلے وو، دا خبر واورېدو نو هغه کور ته واپس راغلو.</verse>
				<verse number="3">د شمالى قبيلو خلقو هغه راوغوښتلو او هغوئ ټول په يو ځائ رحُبعام له لاړل او هغۀ ته يې ووئيل،</verse>
				<verse number="4">”ستا پلار په مونږ باندې درانۀ بوجونه اېښى دى. کۀ تۀ دا بوجونه سپک کړې او زمونږ دپاره ژوند آسان کړې، نو مونږ به ستا وفادار خلق شُو.“</verse>
				<verse number="5">رحُبعام ورته ووئيل، ”ما له په دې مسئله باندې د سوچ کولو دپاره درې ورځې راکړئ. او بيا راشئ.“ نو خلق لاړل.</verse>
				<verse number="6">رحُبعام بادشاه د هغه بوډاګانو سړو سره مشوره وکړه کومو چې د هغۀ د پلار سليمان د مشيرانو په توګه خِدمت کړے وو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له څۀ مشوره راکوئ چې دې خلقو له څۀ جواب ورکړم؟“</verse>
				<verse number="7">هغوئ ورته ووئيل، ”کۀ ته په دې خلقو باندې مِهربانه يې او د عقلمندۍ جواب ورکولو په ذريعه د هغوئ خوشحالولو کوشش وکړې، نو هغوئ به په وفادارۍ سره همېشه ستا خِدمت کوى.“</verse>
				<verse number="8">خو هغۀ د بوډاګانو سړو مشورې ته غوږ ونۀ نيولو او د هغې په ځائ دے زلمو له لاړو کوم چې ورسره لوئ شوى وُو او اوس هم ورسره وُو.</verse>
				<verse number="9">هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له د څۀ کولو مشوره راکوئ؟ زۀ هغه خلقو ته څۀ ووايم چې هغوئ ما ته وائى چې د هغوئ بوجونه سپک کړم؟“</verse>
				<verse number="10">هغوئ جواب ورکړو، ”تا له په کار دى چې هغوئ ته داسې ووائې چې زما کچه ګوته زما د پلار د ملا نه مضبوطه ده.</verse>
				<verse number="11">هغوئ ته ووايه چې زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه اېښى دى، زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ، خو زۀ به تاسو په داسې کوړو ووهم چې لکه د لړم ټک به ورکوى.“</verse>
				<verse number="12">درې ورځې وروستو يربعام او نور ټول خلق رحُبعام بادشاه له راواپس شول، لکه څنګه چې هغۀ هغوئ له حُکم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="13">بادشاه د بوډاګانو سړو نصيحت ته غوږ ونۀ نيولو او خلقو ته يې سختې خبرې وکړې،</verse>
				<verse number="14">هم هغه شان چې څنګه هغه زلمو مشوره ورکړې وه. هغۀ ووئيل، ”زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه کېښودل او زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ خو زۀ به تاسو په داسې کوړو ووهم چې لکه د لړم ټک به ورکوى.“</verse>
				<verse number="15">دا د مالِک خُدائ، خُدائ پاک مرضى وه چې هغه څۀ وکړى چې څۀ يې د نباط زوئ يربعام ته د سيلا د اخياه پېغمبر په ذريعه فرمائيلى وُو. نو دا ځکه بادشاه خلقو ته هيڅ غوږ ونۀ نيولو.</verse>
				<verse number="16">کله چې خلقو ته پته ولګېده چې بادشاه هغوئ ته غوږ نۀ نيولو، نو هغوئ چغه ووهله، ”داؤد او د هغۀ خاندان مرده باد. هغوئ زمونږ دپاره څۀ کړى دى؟ اے بنى اِسرائيلو، راځئ چې کورونو ته لاړ شُو. رحُبعام پرېږدئ چې د خپل ځان خيال وساتى.“ نو داسې بنى اِسرائيلو بغاوت وکړو،</verse>
				<verse number="17">او رحُبعام يې صِرف د هغه خلقو بادشاه پرېښودو کوم چې د يهوداه په علاقه کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="18">رحُبعام بادشاه ادونرام راوغوښتو، کوم چې د هغه مزدورانو مشر وو چې په زور ترې نه کار اخستے شو، چې هغه بنى اِسرائيلو له لاړ شى، خو هغوئ دے په سنګسارولو مړ کړو. نو په دې باندې رحُبعام سمدستى په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يروشلم ته وتښتېدو.</verse>
				<verse number="19">نو هم د هغه وخت نه واخله د بنى اِسرائيل مُلک د شمالى بادشاهۍ خلق د داؤد د شاهى خاندان خِلاف بغاوت کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">کله چې رحُبعام بادشاه يروشلم ته ورسېدو، نو هغۀ د يهوداه او بنيامين د قبيلو نه يو سل او اتيا زره تکړه فوجيان راغونډ کړل. د هغۀ اراده دا وه چې جنګ له لاړ شى او د بنى اِسرائيلو په شمالى قبيلو باندې خپل اختيار بيا بحال کړى.</verse>
				<verse number="2">خو د مالِک خُدائ کلام په سمعياه پېغمبر نازل شو چې،</verse>
				<verse number="3">رحُبعام بادشاه او د يهوداه او بنيامين قبيلو ټولو خلقو له دا پېغام ورکړى،</verse>
				<verse number="4">”په خپلو بنى اِسرائيلو باندې حمله مۀ کوئ. ټول کورونو ته لاړ شئ. چې څۀ شوى دى هغه زما مرضى وه.“ نو هغوئ د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او د يربعام خِلاف جنګ له لا نۀ ړل.</verse>
				<verse number="5">رحُبعام په يروشلم کښې پاتې شو او د يهوداه او بنيامين دې ښارونو نه يې پاخۀ دېوالونه تاو کړل:</verse>
				<verse number="6">بيت‌لحم، ايتام، تقوع،</verse>
				<verse number="7">بيت‌صور، شوکو، عدولام،</verse>
				<verse number="8">جات، مريسه، زيف،</verse>
				<verse number="9">ادورائيم، لکيس، عزيقه،</verse>
				<verse number="10">صُرعا، ايالون او حبرون.</verse>
				<verse number="11">هغۀ د دې ښارونو نه ښۀ پاخۀ دېوالونه تاو کړل او په هر يو باندې يې يو فوجى مشر مقرر کړو او د هر يو دپاره يې د خوراک، زيتُونو تېلو او ميو بندوبست وکړو،</verse>
				<verse number="12">او ډالونه او نېزې يې پرې کېښودې. نو داسې هغۀ يهوداه او بنيامين د خپل قابو لاندې وساتل.</verse>
				<verse number="13">د بنى اِسرائيلو د ټولو علاقو اِمامان او ليويان د يهوداه جنوبى طرف ته راتلل.</verse>
				<verse number="14">ليويانو د څرن زمکې او خپل جائيدادونه پرېښودل او يهوداه او يروشلم ته لاړل، ځکه چې د اِسرائيل بادشاه يربعام او د هغۀ زامنو هغوئ دې ته نۀ پرېښودل چې د مالِک خُدائ د اِمامانو په توګه خِدمت وکړى.</verse>
				<verse number="15">يربعام خپل اِمامان مقرر کړل چې هغوئ په علاقائى عبادتخانو کښې خِدمت کوى چې هلته د هغه چېلو او سخو په شکل د بُتانو عبادت کوى چې کوم هغۀ جوړ کړى وُو.</verse>
				<verse number="16">د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه کومو خلقو چې د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت کول غوښتل نو هغوئ ليويانو پسې يروشلم ته لاړل، د دې دپاره چې هغوئ د مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک ته نذرانې پېش کړى.</verse>
				<verse number="17">نو په دې باندې د يهوداه بادشاهى مضبوطه شوه او درې کاله يې د سليمان د زوئ رحُبعام ملګرتيا کوله او هغوئ هم هغه شان ژوند تېرولو لکه څنګه چې د داؤد بادشاه او سليمان بادشاه د حکومت لاندې وُو.</verse>
				<verse number="18">رحُبعام محلت وادۀ کړه، چې د هغې پلار د داؤد زوئ يريموت وو او د هغۀ مور ابى‌خېل وه، چې د اِلياب لور او د يَسى نمسۍ وه.</verse>
				<verse number="19">د هغوئ درې زامن وُو، يعوس، سمرياه او زهم.</verse>
				<verse number="20">وروستو هغۀ معکه وادۀ کړه چې د ابى‌سلوم لور وه او د هغوئ څلور زامن وُو، ابياه، عتى، زيزا او سلوميت.</verse>
				<verse number="21">د رحُبعام ټولې اتلس ښځې او شپېتۀ وينځې وې او هغه د اتۀويشتو زامنو او شپېتو لوڼو پلار وو. هغۀ د خپلو ټولو ښځو او د وينځو نه د معکه سره زياته مينه کوله،</verse>
				<verse number="22">او په هغۀ باندې د هغې زوئ ابياه د نورو ټولو بچو نه زيات ګران وو، نو په دې وجه هغه يې د دې دپاره خوښ کړو چې د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شى.</verse>
				<verse number="23">رحُبعام د هوښيارتيا نه دومره کار واخستو چې خپل زامن يې د يهوداه او بنيامين د پَخو دېوالونو په ټولو ښارونو کښې مقرر کړل. هغوئ له يې ښۀ ډېر خوراک ورکړو او هغوئ هر يو ته يې ښى ډېرې ښځې وادۀ کړې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">څنګه چې رحُبعام ته د بادشاهۍ اختيار مِلاو شو، او هغه ډېر قوى شو او قوى لوئ شو، نو هغۀ او د هغۀ ټولو خلقو د مالِک خُدائ قانون پرېښودو.</verse>
				<verse number="2">د رحُبعام د بادشاهۍ په پينځم کال د مالِک خُدائ سره د بې‌وفايۍ په وجه هغوئ ته سزا مِلاو شوه. د مِصر بادشاه سيساق په يروشلم باندې حمله وکړه</verse>
				<verse number="3">چې د هغۀ سره د دولسو سوو جنګى ګاډو لښکر، شپېتۀ زره په آسونو سوارۀ کسان او ډېر فوجيان وُو چې بې‌شمېره وُو، چې په دې کښې د ليبيا، سکى او د ايتهوپيا فوجيان شامل وُو.</verse>
				<verse number="4">هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو والا ښارونه قبضه کړل او د يروشلم پورې وړاندې لاړو.</verse>
				<verse number="5">سمعياه پېغمبر رحُبعام بادشاه او د يهوداه هغه مشرانو له لاړو کوم چې په يروشلم کښې سيساق نه د تښتېدو دپاره راغونډ شوى وُو. هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ستاسو دپاره د مالِک خُدائ پېغام دا دے چې تاسو زۀ مالِک خُدائ پرېښودم نو دا ځکه ما تاسو سيساق ته پرېښودئ.“</verse>
				<verse number="6">نو بادشاه او مشرانو په عاجزۍ سره دا ومنله چې هغوئ ګناه کړې ده او هغوئ ووئيل، ”مالِک خُدائ چې څۀ کوى نو هغه صحيح دى.“</verse>
				<verse number="7">کله چې مالِک خُدائ دا وليدل نو هغۀ سمعياه ته بيا کلام وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”هغوئ خپله ګناه ومنله نو زۀ به هغوئ نۀ تباه کوم. خو چې کله سيساق حمله وکړى، نو د هغوئ لږ کسان به ژوندى پاتې شى. يروشلم ته به زما د غصې پوره پته ونۀ لګى،</verse>
				<verse number="8">خو سيساق به هغوئ فتح کړى، نو هغوئ ته به زما د خِدمت او د دُنياوى بادشاهانو د خِدمت کولو فرق معلوم شى.“</verse>
				<verse number="9">سيساق بادشاه يروشلم ته راغلو او د مالِک خُدائ د کور او د محل نه يې خزانې يوړې. هغۀ هر څۀ يوړل سره د هغه ډالونو چې سليمان بادشاه د سرو زرو نه جوړ کړى وُو.</verse>
				<verse number="10">د هغې په ځائ رحُبعام د زېړو ډالونه جوړ کړل او د هغه آفسرانو په حواله يې کړل چې هغوئ د محل د دروازو د څوکيدارۍ ذمه وار وُو.</verse>
				<verse number="11">هر ځل به چې بادشاه د مالِک خُدائ کور ته تلو، نو څوکيدارانو به ډالونه د ځان سره وړل او بيا به يې واپس جمع کول.</verse>
				<verse number="12">هغۀ خپل ځان مالِک خُدائ ته حواله کړو نو په دې وجه د مالِک خُدائ غصې هغه پوره تباه نۀ کړو او د يهوداه کارونه سم وُو.</verse>
				<verse number="13">رحُبعام په يروشلم کښې بادشاهى کوله او د خپلې بادشاهۍ طاقت يې زيات کړو. هغه د يو څلوېښتو کالو وو چې هغه بادشاه شو او هغۀ اوولس کاله په يروشلم بادشاهى وکړه، دا هغه ښار وو چې مالِک خُدائ دا د بنى اِسرائيلو د ټولې علاقې نه د داسې ځائ په توګه خوښ کړے وو چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى. د رحُبعام مور نعمه وه چې هغه د عمون د مُلک وه.</verse>
				<verse number="14">نو هغۀ بدکارى کوله، ځکه چې هغۀ د مالِک خُدائ د مرضۍ د معلومولو کوشش نۀ کولو.</verse>
				<verse number="15">د رحُبعام د اول نه واخله تر آخره پورې کارنامې او د هغۀ د خاندان حِساب کِتاب د سمعياه پېغمبر په تاريخ کښې او د عدو پېغمبر په تاريخ کښې ملاويږى. رحُبعام او يربعام مسلسل د يو بل خِلاف د جنګ په حالت کښې وُو.</verse>
				<verse number="16">رحُبعام مړ شو او د داؤد ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ ابياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">د اِسرائيل د بادشاه يربعام د بادشاهۍ په اتلسم کال، ابياه د يهوداه بادشاه شو،</verse>
				<verse number="2">هغۀ په يروشلم باندې درې کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ميکاياه وه چې هغه د جبعه د اورى‌اېل لور وه. د ابياه او يربعام په مينځ کښې جنګ ونښتو.</verse>
				<verse number="3">ابياه د څلورو لاکو فوجيانو يو لښکر جوړ کړو او يربعام د اتو لاکو فوجيانو سره د هغۀ مقابله وکړه.</verse>
				<verse number="4">لښکرې د اِفرائيم د غرونو په وطن کښې مِلاو شوې. ابياه بادشاه د صمريم غرۀ ته وختلو او يربعام او اِسرائيل ته يې آواز وکړو او ورته يې ووئيل، ”ما ته غوږ ونيسئ.</verse>
				<verse number="5">تاسو ته پته نشته چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د داؤد سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړو، چې هغۀ او د هغۀ اولاد له يې په اِسرائيل باندې د همېشه دپاره بادشاهى ورکړه؟</verse>
				<verse number="6">د نباط زوئ يربعام د خپل بادشاه سليمان خِلاف بغاوت وکړو.</verse>
				<verse number="7">بيا د بې‌کاره بدمعاشانو يوه ډله د يربعام سره ملګرې شوه او هغوئ د سليمان زوئ رحُبعام خِلاف په هغه وخت کښې بغاوت وکړو کله چې هغه ډېر وړوکے او ناتجربه‌کاره وو او د هغوئ مقابله يې نۀ شوه کولے.</verse>
				<verse number="8">اوس ستاسو اراده دا ده چې د شاهى طاقت خِلاف دې جنګ وشى کوم چې مالِک خُدائ د داؤد اولاد له ورکړے دے. تاسو سره يو لوئ لښکر دے او تاسو سره د سرو زرو هغه سخى دى چې يربعام د دې دپاره جوړ کړى دى چې ستاسو معبودان شى.</verse>
				<verse number="9">تاسو د هارون اولاد يعنې د مالِک خُدائ اِمامان او ليويان هم وشړل. او هم هغه شان اِمامان مو مقرر کړل لکه څنګه چې د غېرو قومونو خلق مقرروى. هر څوک چې خپل ځان وقف کولو دپاره د يو غوَيى سره يا د اووۀ ګډانو سره راشى نو هغه د دې معبودانو اِمام جوړېدے شى.</verse>
				<verse number="10">خو مونږ تر اوسه پورې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک خِدمت کوُو او مونږ هغه نۀ دے پرېښودلے. د هارون د اولاد اِمامان خپلې ذمه وارۍ تر سره کوى او ليويان د هغوئ مدد کوى.</verse>
				<verse number="11">هر سحر او هر ماښام هغوئ هغۀ ته خوشبوئى او پوره سوزېدونکې نذرانې پېش کوى. هغوئ په هغه مېز باندې د روټۍ نذرانې پېش کوى کوم چې پاک دے او هره شپه هغوئ د سرو زرو په ډيوټ باندې ډيوې بلوى. مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په اصُولو باندې عمل کوُو، خو تاسو هغه پرېښے دے.</verse>
				<verse number="12">خُدائ پاک په خپله زمونږ مشر دے او اِمامان د بيګلو سره ولاړ دى، چې د دې د غږولو دپاره تيار دى چې مونږ ستاسو خِلاف د جنګ دپاره راوغواړى. اے اِسرائيليانو، د مالِک خُدائ خِلاف جنګ مۀ کوئ، کوم چې ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے. تاسو دا جنګ نۀ شئ ګټلے.“</verse>
				<verse number="13">په دې دوران کښې يربعام خپل څۀ فوجيان پټ ځائ ته د دې دپاره لېږلى وُو چې د يهوداه لښکر د شا د طرف نه ګېر کړى، چې هغه نور ورباندې د مخې نه راغلل.</verse>
				<verse number="14">د يهوداه خلقو ګېرچاپېره وکتل او پته ورته ولګېده چې هغوئ ګېر شوى دى. نو هغوئ مالِک خُدائ ته د مدد دپاره چغه کړه او اِمامانو بيګلې وغږولې.</verse>
				<verse number="15">د يهوداه خلقو يوه درنه چغه ووهله او ابياه هغوئ روان کړل او هغوئ حمله وکړه، خُدائ پاک يربعام او د اِسرائيلو لښکر له شکست ورکړو.</verse>
				<verse number="16">اِسرائيليان د يهوداه د خلقو نه وتښتېدل او خُدائ پاک د يهوداه خلق په هغوئ باندې زورَور کړل.</verse>
				<verse number="17">ابياه او د هغۀ لښکر اِسرائيليانو له يو خراب شکست ورکړو او د اِسرائيليانو پينځۀ لاکه تکړه فوجيان ووژلے شول.</verse>
				<verse number="18">نو د يهوداه خلقو په اِسرائيلو باندې ځکه فتح وموندله، چې هغوئ په مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ په خُدائ پاک باندې ايمان لرلو.</verse>
				<verse number="19">ابياه د يربعام په لښکر پسې وو او د هغۀ څۀ ښارونه يې قبضه کړل، بيت‌ايل، يسانه او عِفرون او د دې ټولو ښارونو سره نزدې کلى يې قبضه کړل.</verse>
				<verse number="20">يربعام ته د ابياه د بادشاهۍ په دوران کښې هيڅکله دوباره طاقت مِلاو نۀ شو. او په آخر کښې مالِک خُدائ هغه ووهلو او هغه مړ شو.</verse>
				<verse number="21">خو ابياه نور هم تکړه شو. د هغۀ څوارلس ښځې وې او د دوويشتو زامنو او د شپاړسو لوڼو پلار وو.</verse>
				<verse number="22">د ابياه باقى نور تاريخ يعنې چې هغۀ څۀ کړى او وئيلى وُو، هغه د عدو پېغمبر په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">ابياه بادشاه مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو. د هغۀ زوئ آسا د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو، هغه وطن لس کاله د آسا د بادشاهۍ لاندې په امن کښې وو.</verse>
				<verse number="2">د آسا نه مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک خوشحاله وو، ځکه چې هغه کار يې کولو چې کوم ښۀ او صحيح وو.</verse>
				<verse number="3">هغۀ د پردو خلقو قربان‌ګاه او علاقائى عبادتخانې لرې کړې، د کاڼو پاکې ستنې يې ماتې کړې او د اشيرې د بُت نښې يې راوغورزولې.</verse>
				<verse number="4">هغۀ د يهوداه خلقو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ په مرضۍ کار کوى، کوم چې د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے او د هغۀ حُکمونه او تعليمات منى.</verse>
				<verse number="5">هغۀ د يهوداه د هر يو ښار نه علاقائى عبادتخانې د خوشبويۍ سوزولو ټولې قربان‌ګاه ختمې کړې، نو په دې وجه د هغۀ د بادشاهۍ لاندې حکومت په امن کښې وو.</verse>
				<verse number="6">هغۀ په خپل وخت کښې د يهوداه د ښارونو نه پاخۀ دېوالونه تاو کړل او تر ډېرې مودې پورې هلته جنګ نۀ وو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له امن ورکړے وو.</verse>
				<verse number="7">هغۀ د يهوداه خلقو ته وفرمائيل، ”راځئ چې ښارونه د دېوالونو، برجونو، دروازو او سيخونو لګولو په ذريعه مضبوط کړُو. دا مُلک ځکه زمونږ په قابو کښې دے چې مونږ د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک مرضى پوره کړې ده. هغۀ مونږ محفوظ کړى يُو او په هر لحاظ يې زمونږ حِفاظت کړے دے.“ نو هغوئ دا جوړ کړل او کامياب شول.</verse>
				<verse number="8">د آسا بادشاه سره د يهوداه قبيلې د درې لاکو سړو يو لښکر وو، چې د هغوئ سره ډالونه او نېزې وې، د بنيامين قبيلې نه ورسره د دوو لاکو او اتيا زره سړو، چې ډالونه او نېزې ورسره وې. دا ټول تکړه جنګيالى وُو.</verse>
				<verse number="9">د ايتهوپيا بادشاه زارح د لسو لاکو سړو د لښکر او د درېو سوو جنګى ګاډو سره په يهوداه حمله وکړه او د مريسه پورې وړاندې لاړو.</verse>
				<verse number="10">آسا د هغۀ سره د جنګ دپاره لاړو او د مريسه سره نزدې د صفاته په مېدان کښې يې دواړو طرفونو ته د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="11">آسا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، تۀ د تکړه لښکر په شان د يو کمزورى لښکر هم په آسانۍ سره مدد کولے شې. اے مالِکه خُدايه زمونږ خُدايه پاکه، اوس زمونږ مدد وکړه، ځکه چې مونږ په تا اعتماد کوُو او ستا په نوم د دې لوئ لښکر سره د جنګ دپاره راغلى يُو. مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ خُدائ پاک يې، هيڅ څوک دا اُميد نۀ شى لرلے چې تا له شکست درکړى.“</verse>
				<verse number="12">کله چې د يهوداه لښکر او د آسا لښکر حمله وکړه نو مالِک خُدائ د ايتهوپيا لښکر له شکست ورکړو. نو د ايتهوپيا خلق وتښتېدل،</verse>
				<verse number="13">او آسا او د هغۀ فوجيان تر جرار پورې په هغوئ پسې وُو. او دومره ډېر د ايتهوپيا خلق وژلے شوى وُو چې هغوئ د جنګ دپاره بيا نۀ شول راغونډېدلے. هغوئ د مالِک خُدائ او د هغۀ د لښکر نه شکست خوړلے وو او د يهوداه لښکر ډېر زيات مالِ غنيمت يوړو.</verse>
				<verse number="14">بيا هغوئ د جرار نه ګېرچاپېره علاقه کښې ښارونه تباه کړل، ځکه چې د هغه ځائ خلق د مالِک خُدائ نه سخت يرېدلى وُو. نو لښکر هغه ټول ښارونه لوټ کړل او ډېر زيات مالِ غنيمت يې يوړو.</verse>
				<verse number="15">هغوئ د شپانو په کېمپونو هم حمله وکړه او ډيرې زياتې ګډې او اوښان يې بوتلل. بيا هغوئ يروشلم ته راواپس شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">د خُدائ پاک روح د عوبيد په زوئ عزرياه نازل شو،</verse>
				<verse number="2">او هغه د آسا سره مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته اوچت آواز وکړو، ”آسا بادشاه او د يهوداه او بنيامين ټولو خلقو، ما ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ تاسو سره دے چې تر څو پورې تاسو د مالِک خُدائ سره يې. کۀ تاسو د هغۀ طلب وکړئ نو هغه به پېدا کړئ، خو کۀ تاسو ترې نه واوړئ، نو هغه به تاسو پرېږدى.</verse>
				<verse number="3">تر ډېره وخته پورې اِسرائيل د حقيقى خُدائ پاک نه بغېر، د اِمامانو د ښودنې نه بغېر او بغېر د يو قانون نه ژوند تېرولو.</verse>
				<verse number="4">خو چې کله به مصيبت راغلو، نو هغوئ به مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته راوګرځېدل. هغوئ به د خُدائ پاک لټون وکړو او پېدا به يې کړو.</verse>
				<verse number="5">په هغه ورځو کښې به هيڅ څوک په حِفاظت سره تلے راتلے نۀ شول، ځکه چې په هر مُلک کښې لويه ګډوډى وه.</verse>
				<verse number="6">يو قوم بل قوم خراب‌تُراب کړو او يو ښار بل ښار دړې وړې کړو، ځکه چې خُدائ پاک به په هغوئ باندې هر قسم مصيبت راوستلو.</verse>
				<verse number="7">خو تاسو تکړه شئ او بې‌حوصلې کېږئ مه، او بيا چې تاسو کوم کار کوئ نو د هغې به تاسو ته اِنعام ملاويږى.“</verse>
				<verse number="8">کله چې آسا د هغه پېشګويۍ نه خبر شو چې د عوبيد زوئ عزرياه کړې وه، نو د هغۀ حوصله مضبوطه شوه. نو هغۀ د يهوداه او بنيامين په مُلک کښې او په هغه ښارونو کښې ټول پليت بُتان لرې کړل چې کوم ښارونه يې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې قبضه کړى وُو. هغۀ د مالِک خُدائ هغه قربان‌ګاه هم بيا جوړه کړه کومه چې د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ولاړه وه.</verse>
				<verse number="9">د اِفرائيم، منسى او د شمعون قبيلو ډېر خلق د آسا په طرف شوى وُو او د هغۀ په بادشاهۍ کښې اوسېدل، ځکه چې هغوئ ته پته لګېدلې وه چې مالِک خُدائ د هغۀ مل دے. آسا هغوئ ټول او د يهوداه او بنيامين خلق راوغوښتل.</verse>
				<verse number="10">نو هغوئ د آسا د بادشاهۍ په پينځلسم کال په درېمه مياشت په يروشلم کښې راغونډ شول.</verse>
				<verse number="11">په هغه ورځ هغوئ د هغه مالِ غنيمت نه مالِک خُدائ ته نذرانې پېش کړې چې کوم هغوئ قبضه کړے وو، اووۀ سوه څاروى او اووۀ زره ګډان.</verse>
				<verse number="12">هغوئ يو لوظ وکړو چې هغوئ به د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ د خُدائ پاک عبادت کوى.</verse>
				<verse number="13">چې هر يو نر يا ښځې، ځوان يا بوډا به د هغۀ عبادت نۀ کولو نو هغه به وژلے شول.</verse>
				<verse number="14">نو هغوئ د مالِک خُدائ په نوم په اوچت آواز سره قسم وکړو چې هغوئ به دا لوظ پوره کوى او بيا هغوئ چغه ووهله او بيګلې يې وغږولې.</verse>
				<verse number="15">د يهوداه ټول خلق خوشحاله وُو ځکه چې هغوئ د زړۀ د اخلاصه لوظ کړے وو. هغوئ د مالِک خُدائ په عبادت کښې خوشحاله وُو، مالِک خُدائ هغوئ قبول کړل او د ټولو دشمنانو نه يې په امن کښې کړل.</verse>
				<verse number="16">آسا بادشاه خپله نيا معکه د مور مَلِکې د عُهدې نه لرې کړه، ځکه چې هغې د اشيرې د بې‌شرمۍ بُت جوړ کړے وو. آسا دا بُت مات کړو، ټوټې ټوټې يې کړو او د دې ټوټې يې د قِدرون په وادۍ کښې وسوزولې.</verse>
				<verse number="17">اګر چې آسا بيا هم په هغه مُلک کښې علاقائى عبادتخانې تباه نۀ کړې، خو هغه ټول عُمر د مالِک خُدائ وفادار پاتې شو.</verse>
				<verse number="18">هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې هغه ټول څيزونه کېښودل کوم چې د هغۀ پلار ابياه خُدائ پاک ته وقف کړى وُو او داسې د سرو زرو او سپينو زرو هغه څيزونه يې هم کېښودل چې کوم هغۀ په خپله وقف کړى وُو.</verse>
				<verse number="19">د هغۀ د بادشاهۍ تر پينځۀ دېرشم کال پورې نور جنګونه نۀ وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">د آسا د بادشاهۍ په شپږ دېرشم کال، د اِسرائيل بادشاه بعشا په يهوداه حمله وکړه او د راما نه يې د پَخو دېوالونو تاوول شروع کړل دا دې دپاره چې د يهوداه بادشاه آسا د علاقې نه د ټولو خلقو تګ راتګ بند کړى.</verse>
				<verse number="2">نو آسا د محل او د مالِک خُدائ د کور د خزانې نه سرۀ زر او سپين زر واخستل او د دې پېغام سره يې د شام بادشاه بِن‌حدد له دمشق ته ولېږل،</verse>
				<verse number="3">”راځئ چې زمونږ د پلار نيکۀ په شان په خپلو کښې ملګرى شُو. ګوره، زۀ تا له سرۀ زر او سپين زر درلېږم. اوس د اِسرائيل بادشاه بعشا سره خپل اِتحاد مات کړه نو داسې به هغه زما د علاقې نه خپل فوجيان وباسى.“</verse>
				<verse number="4">بِن‌حدد د آسا دا مشوره ومنله او خپل فوجى آفسران او خپل فوجيان يې ولېږل چې د اِسرائيل په ښارونو حمله وکړى. هغوئ عيون، دان، ابيل‌بيت‌معکه او د نفتالى هغه ټول ښارونه قبضه کړل چرته چې سامانونه جمع کولے شول.</verse>
				<verse number="5">کله چې بعشا بادشاه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د راما نه پاخۀ دېوالونه جوړول بند کړل او کار يې پرېښودو.</verse>
				<verse number="6">بيا آسا بادشاه د ټول يهوداه نه سړى راغونډ کړل او هغوئ له يې حُکم ورکړو چې هغه کاڼى او لرګى راوړئ چې کوم بعشا په راما کښې استعمالول او هغوئ دا د جبعه او د مصفاه ښارونو نه د پَخو دېوالونو تاوولو دپاره استعمال کړل.</verse>
				<verse number="7">په هغه وخت کښې حنانى پېغمبر آسا بادشاه له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک په ځائ تا د شام په بادشاه بهروسه وکړه، نو په دې وجه د شام د بادشاه لښکر ستا نه خلاص شوے دے.</verse>
				<verse number="8">د ايتهوپيا او د ليبيا د خلقو سره ډېر فوجيان او ډېرې جنګى ګاډۍ او په آسونو سوارۀ کسان نۀ وُو څۀ؟ خو تا په مالِک خُدائ بهروسه وکړه نو ځکه هغۀ تا له په هغوئ باندې فتح درکړه.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ په ټوله دُنيا د دې دپاره نظر اچوى چې هغه کسانو له طاقت ورکړى چې د چا زړۀ د اخلاصه د هغۀ وفادار وى. تۀ څومره کم عقل يې. د اوس نه به تۀ په جنګ کښې راګېر يې.“</verse>
				<verse number="10">په دې باندې آسا هغه پېغمبر ته دومره غصه شو چې هغه يې په زنځيرونو وتړلو او قېد يې کړو. هم د هغه وخت نه آسا د خلقو سره ظلم زياتے شروع کړو.</verse>
				<verse number="11">د اول نه واخله تر آخره پورې د آسا د بادشاهۍ ټولې واقعې د اِسرائيل او يهوداه بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="12">د خپلې بادشاهۍ په يو کم څلوېښتم کال آسا د پښو د يو سخت مرض په وجه شل شو، خو بيا هم هغه مالِک خُدائ ته د مدد دپاره ور ونۀ ګرځېدو او صرف طبيبانو له لاړو.</verse>
				<verse number="13">دوه کاله وروستو هغه مړ شو</verse>
				<verse number="14">او هغه په هغه قبر کښې ښخ شو کوم چې هغۀ د داؤد په ښار کښې په يو غټ ګټ کښې خپل ځان دپاره جوړ کړے وو. هغوئ د هغۀ ښخولو دپاره مصالحې او خوشبويۍ والا تېل استعمال کړل او هغوئ د هغۀ په مرګ باندې د غم دپاره يو لوئ اور بل کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">يهوسفط د خپل پلار آسا نه پس بادشاه جوړ شو او د اِسرائيل خِلاف يې خپل ځان مضبوط کړُو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې، د يهوداه په مُلک کښې او د اِفرائيم د علاقې په هغه ښارونو کښې کوم چې آسا قبضه کړى وُو، فوجيان مقرر کړل.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ د يهوسفط مل وو ځکه چې هغه د خپل پلار په هغه نقش قدم باندې روان وو لکه څنګه چې داؤد د بادشاهۍ په شروع کښې ښۀ وو او يهوسفط د بعل عبادت ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="4">هغۀ د خپل پلار د خُدائ پاک خِدمت کولو او د خُدائ پاک حُکمونه يې منل او هغه شان عمل يې نۀ کولو څنګه چې د اِسرائيل بادشاهانو کول.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ د يهوداه په بادشاهۍ باندې د يهوسفط قابو مضبوطه کړه او ټولو خلقو به هغۀ له تُحفې راوړلې، نو داسې هغه مالداره او ډېر عزتمند شو.</verse>
				<verse number="6">هغۀ خپل ځان د مالِک خُدائ کار ته وقف کړے وو او علاقائى عبادتخانې او د اشيرې بُت نښې يې په يهوداه کښې تباه کړې.</verse>
				<verse number="7">هغۀ د خپلې بادشاهۍ په درېم کال دا آفسران ولېږل چې د يهوداه په ښارونو کښې تعليم ورکړى، بِن‌خېل، عبدياه، زکرياه، نتنى‌ايل او ميکاياه.</verse>
				<verse number="8">د هغوئ سره نهۀ ليويان او دوه اِمامان ملګرى وُو. ليويان دا وُو، سمعياه، نتنياه، زبدياه، عساهيل، سميراموت، يونتن، ادونياه، طوبياه او طوب ادونياه، او اليسمع او يهورام اِمامان وُو.</verse>
				<verse number="9">هغوئ د مالِک خُدائ د تورات کِتاب واخستلو او د يهوداه ټولو ښارونو ته لاړل او خلقو له يې تعليم ورکولو.</verse>
				<verse number="10">په ګېرچاپېره حکومتونو باندې د مالِک خُدائ يره راغله نو هغوئ د يهوسفط خِلاف جنګ نۀ شو کولے.</verse>
				<verse number="11">څۀ فلستيانو يهوسفط له په يو لوئ مِقدار کښې سپين زر او نورې تُحفې راوړې او څۀ عربو ورله اووۀ زره او اووۀ سوه ګډان او اووۀ زره او اووۀ سوه چېلۍ راوستلې.</verse>
				<verse number="12">نو يهوسفط نوره هم ترقى کوله او تکړه کېدو. هغۀ په يهوداه کښې ځائ په ځائ قلعې او د ښارونو ګودامونه جوړ کړل،</verse>
				<verse number="13">چرته چې په لوئ مِقدار کښې د هغوئ سامانونه جمع شوى وُو. هغۀ په يروشلم کښې تکړه آفسران مقرر کړل،</verse>
				<verse number="14">د هغۀ لښکر د قبيلو په مطابق جوړ شوے وو. عدنه د يهوداه د ډلو د فوجيانو مشر وو او درې لاکه فوجيان د هغۀ د واک اختيار لاندې وُو.</verse>
				<verse number="15">يهوحنان په هغۀ پسې دوېم کس وو، چې د هغۀ سره دوه لاکه او اتيا زره فوجيان وُو،</verse>
				<verse number="16">درېم د زِکرى زوئ عمسياه وو، چې د هغۀ سره دوه لاکه فوجيان وُو. او عمسياه به په رضاکارانه توګه د مالِک خُدائ خِدمت کولو.</verse>
				<verse number="17">د بنيامين د ډلو د فوجيانو مشر اليدع وو، چې هغه يو ډېر تکړه فوجى وو، هغه د دوو لاکو فوجيانو مشر وو چې ډالونه او ليندې ورسره وې.</verse>
				<verse number="18">په هغۀ پسې دوېم مشر يهوزبد وو چې د هغۀ سره يو سل او اتيا زره سړى وُو، چې ښۀ جنګى سامان ورسره وو.</verse>
				<verse number="19">دې سړو په يروشلم کښې د بادشاه خِدمت کولو او د دې نه علاوه هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې نور فوجيان هم مقرر کړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">نو يهوسفط ډېر دولتمند او عزتمند شو او يهوسفط خپل زوئ ته د اخى‌اب لور وادۀ کړه نو داسې هغه د اخى‌اب ملګرے شو.</verse>
				<verse number="2">يو څو کاله وروستو يهوسفط د اخى‌اب سره مِلاوېدو دپاره د سامريه ښار ته لاړو. د يهوسفط او د هغۀ د کسانو په درناوى کښې اخى‌اب د يوې مېلمستيا په توګه ډېر ګډان او څاروى حلال کړل. هغۀ يهوسفط دې ته جوړولو چې په رامات‌جِلعاد ښار باندې دواړه په يو ځائ باندې حمله وکړى.</verse>
				<verse number="3">هغۀ ورنه تپوس وکړو، ”تۀ به رامات‌جِلعاد باندې د حملې کولو دپاره ما سره لاړ شې؟“ يهوسفط جواب ورکړو، ”کله چې تۀ تيار شې نو زۀ او زما فوج تيار يُو. مونږ به تا سره ملګرى شُو.“</verse>
				<verse number="4">بيا هغۀ بادشاه ته دا هم ووئيل، ”خو اول لږه د مالِک خُدائ سره مشوره وکړه.“</verse>
				<verse number="5">نو اخى‌اب پېغمبران راوغوښتل چې تقريباً څلور سوه وُو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”ما له رامات‌جِلعاد ته تلل په کار دى او کۀ نه؟“ هغوئ ورته وفرمائيل، ”حمله پرې وکړه، خُدائ پاک به تا له فتح درکړى.“</verse>
				<verse number="6">خو يهوسفط ترې نه تپوس وکړو، ”داسې يو بل پېغمبر نشته څۀ چې د هغۀ په ذريعه مونږ د مالِک خُدائ سره مشوره وکړُو؟“</verse>
				<verse number="7">اخى‌اب ورته ووئيل، ”يو بل پېغمبر هم شته دے چې د اِمله زوئ ميکاياه دے. خو زۀ د هغۀ نه نفرت کوم ځکه چې هغۀ هيڅکله زما دپاره ښۀ پېشګوئې نۀ ده کړې، هغه همېشه بده پېشګوئې کوى.“ يهوسفط ورته ووئيل، ”تا له داسې وئيل نۀ دى په کار.“</verse>
				<verse number="8">نو اخى‌اب بادشاه د دربار يو آفسر راوغوښتو او ورته يې ووئيل چې لاړ شه او سمدستى ميکاياه راوله.</verse>
				<verse number="9">هغه دوه بادشاهان د سامريه د دروازې نه لږ بهر په درمند کښې په خپلو تختُونو باندې ناست وُو چې خپلې شاهى چُوغې يې اغوستې وې او ټولو پېغمبرانو د هغوئ په مخکښې پېشګويانې ورکولې.</verse>
				<verse number="10">د هغوئ نه يو پېغمبر د کنعانه زوئ صدقياه د اوسپنې ښکر جوړ کړى وُو او اخى‌اب ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې په دې ښکرونو به د شام خلق وهى چې برباد شى.“</verse>
				<verse number="11">نورو ټولو پېغمبرانو هم دغه شان وفرمائيل. هغوئ وفرمائيل، ”د رامات‌جِلعاد خِلاف روان شه او تۀ به فتح ومومې، مالِک خُدائ به تا له فتح درکړى.“</verse>
				<verse number="12">په دې دوران کښې کوم آفسر چې د ميکاياه د راوستو دپاره تلے وو نو هغۀ ورته ووئيل، ”ټولو پېغمبرانو د بادشاه د کاميابۍ پېشګوئې ورکړې ده، نو ستا دپاره به ښۀ وى چې تۀ هم داسې وکړې.“</verse>
				<verse number="13">خو ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې زۀ به هم هغه څۀ وايم چې څۀ ما ته خُدائ پاک فرمائى.“</verse>
				<verse number="14">کله چې هغه د اخى‌اب په مخکښې حاضر شو نو بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”ميکاياه، يهوسفط بادشاه او زۀ په رامات‌جِلعاد باندې د حملې کولو دپاره لاړ شُو او کۀ نه؟“ نو هغۀ جواب ورکړو، ”آو، حمله پرې وکړه، تۀ به کامياب شې، هغوئ به ستا د واک اختيار لاندې راشى.“</verse>
				<verse number="15">خو اخى‌اب ورته ووئيل، ”کله چې تۀ ما سره د مالِک خُدائ په نوم خبرې کوې نو رښتيا رښتيا وايه. دا به زۀ تا ته څو ځلې وايم؟“</verse>
				<verse number="16">ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د اِسرائيل لښکر ګورم چې په غرونو باندې داسې خور دے لکه چې د شپون نه بغېر ګډې خورې ورې وى. او مالِک خُدائ وفرمائيل چې د دې سړو مشر نشته، نو هغوئ پرېږده چې په خېر سره کورونو ته لاړ شى.“</verse>
				<verse number="17">اخى‌اب يهوسفط ته ووئيل، ”ما تا ته وئيلى دى چې هغۀ زما دپاره هيڅکله هم ښۀ پېشګوئې نۀ ده کړې، هغه همېشه بده پېشګوئې کوى.“</verse>
				<verse number="18">ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”اوس چې څۀ مالِک خُدائ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسئ. ما وليدل چې مالِک خُدائ په آسمان کښې په خپل تخت باندې ناست دے او د هغۀ ټولې فرښتې د هغۀ يو طرف او بل طرف ته ولاړې دى.</verse>
				<verse number="19">مالِک خُدائ تپوس وکړو چې اخى‌اب به څوک دوکه کړى چې هغه لاړ شى او په رامات‌جِلعاد کښې ووژلے شى؟ نو څۀ فرښتو يو څۀ وفرمائيل او هغه نورو بل څۀ وفرمائيل،</verse>
				<verse number="20">نو په دې کښې يو روح وروړاندې شو او مالِک خُدائ ته ورنزدې شو او وې وئيل چې زۀ به هغه دوکه کړم. او مالِک خُدائ ترې نه تپوس وکړو چې څنګه؟</verse>
				<verse number="21">هغه روح ورته ووئيل چې زۀ به لاړ شم او د اخى‌اب په ټولو پېغمبرانو به دروغ ووايم. مالِک خُدائ وفرمائيل چې لاړ شه او هغه دوکه کړه. تۀ به کامياب شې.“</verse>
				<verse number="22">او ميکاياه په آخر کښې دا وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ستا پېغمبران مجبور کړى دى چې دروغ ووائى. خو هغۀ په خپله دا اِعلان کړے دے چې په تا باندې به يو افت راشى.“</verse>
				<verse number="23">بيا صدقياه پېغمبر ميکاياه له ورَغلو، هغۀ له يې په مخ څپېړه ورکړه او تپوس يې ترې نه وکړو، ”د کوم وخت نه د مالِک خُدائ روح زما نه تلے دے او تا سره خبرې کوى؟“</verse>
				<verse number="24">ميکاياه ورته وفرمائيل، ”تا ته به هغه وخت پته ولګى چې کله تۀ شا ته په يوه کوټه کښې پټ شې.“</verse>
				<verse number="25">بيا اخى‌اب بادشاه خپل يو آفسر له حُکم ورکړو، ”ميکاياه ونيسه او د ښار حاکِم امون او يوآس شهزاده له يې بوځه.</verse>
				<verse number="26">او هغوئ ته ووايه چې هغه په قېدخانه کښې واچوى او چې ترڅو پورې زۀ په خېر سره راغلے نۀ يم نو چې هغۀ له د اوبو او روټۍ نه بغېر هيڅ ورنۀ کړى.“</verse>
				<verse number="27">ميکاياه په اوچت آواز سره وفرمائيل، ”کۀ تۀ په خېر سره واپس راغلې، نو بيا به مالِک خُدائ زما په ذريعه کلام نۀ وى کړے.“ او هغۀ دا هم وفرمائيل، ”ما چې څۀ وئيلى دى ټول هغه واورئ.“</verse>
				<verse number="28">بيا د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب او د يهوداه بادشاه يهوسفط په رامات‌جِلعاد ښار باندې د حملې دپاره لاړل.</verse>
				<verse number="29">اخى‌اب يهوسفط ته ووئيل، ”کله چې مونږ جنګ له لاړ شُو، نو زۀ به خپل شکل بدل کړم، خو تۀ خپل شاهى لِباس واغونده.“ نو د اِسرائيل بادشاه جنګ له لاړو او خپل شکل يې بدل کړے وو.</verse>
				<verse number="30">د شام بادشاه د خپلو جنګى ګاډو مشرانو له حُکم ورکړے وو چې د اِسرائيل د بادشاه نه بغېر په هيچا باندې حمله ونۀ کړئ.</verse>
				<verse number="31">نو کله چې هغوئ يهوسفط بادشاه وليدو، نو د هغوئ ټولو خيال دا وو چې ګنې هغه د اِسرائيل بادشاه وو او هغوئ په هغۀ باندې د حملې کولو دپاره ورغلل. خو يهوسفط يوه چغه ووهله او مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه بچ کړو او د هغۀ نه يې حمله بل خوا کړه.</verse>
				<verse number="32">د جنګى ګاډو مشرانو ته پته ولګېده چې هغه د اِسرائيل بادشاه نۀ وو، نو هغوئ په هغۀ پسې نور لا نۀ ړل.</verse>
				<verse number="33">خو يو شامى فوجى يو غشے د اِسرائيل په لښکر ورګزار کړو او اتفاقاً اخى‌اب بادشاه د هغۀ د زغرې د جوړ په مينځ باندې ولګېدو. نو هغۀ د خپلې جنګى ګاډۍ چلوونکى ته آواز وکړو، ”زۀ زخمى شوم، واپس شه او د جنګ نه ووځه.“</verse>
				<verse number="34">کله چې جنګ سخت وو، نو اخى‌اب بادشاه په خپله جنګى ګاډۍ کښې ايسار وو او تکيه يې وهلې وه او شاميانو ته يې مخ وو. نو په ماښام کښې هغه مړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">د يهوداه، يهوسفط بادشاه په يروشلم کښې په خېر سره خپل محل ته واپس راغلو.</verse>
				<verse number="2">د حنانى زوئ ياهُو پېغمبر د بادشاه سره مِلاوېدو له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا په خيال کښې دا صحيح خبره ده چې د هغه خلقو مدد وکړے شى چې کوم بدعمله دى او د هغه خلقو طرفدارى وکړے شى چې څوک د مالِک خُدائ نه نفرت کوى؟ تا چې څۀ کړى دى د هغې په وجه تا په خپل ځان باندې د مالِک خُدائ غصه راپارولې ده.</verse>
				<verse number="3">خو بيا هم، په تا کښې څۀ خوبۍ هم شته دے. تا د اشيرې بُت ټولې نښې ورانې کړې چې خلقو د هغې عبادت کولو او تا د خُدائ پاک د طلب کلکه اراده کړې وه.“</verse>
				<verse number="4">اګر چې يهوسفط په يروشلم کښې اوسېدو، هغۀ به هر وخت په جنوب کښې د بيرسبع نه واخله په شمال کښې د غرونو مُلک اِفرائيم تر غاړې پورې سفر کولو، دا د دې دپاره چې خلق مالِک خُدائ د هغوئ پلار نيکۀ خُدائ پاک ته واپس راوغواړى.</verse>
				<verse number="5">هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په هر يو ښار کښې قاضيان مقرر کړل</verse>
				<verse number="6">او هغوئ ته يې دا اصُول وښودل، ”په فېصلو کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ، تاسو به د خلقو د خوښې په مطابق فېصلې نۀ کوئ، بلکې د مالِک خُدائ په مرضۍ به کار کوئ او چې کله تاسو يوه فېصله کوئ نو مالِک خُدائ به ستاسو مل وى.</verse>
				<verse number="7">د مالِک خُدائ نه په يره کښې اوسئ او په فېصلو کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ، ځکه چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک سره نۀ بې‌اِنصافى شته، نۀ طرفدارے او نۀ رشوت.“</verse>
				<verse number="8">يهوسفط په يروشلم کښې ليويان، اِمامان او د ښار څۀ مشران اوسېدونکى قاضيان مقرر کړل، چې د مالِک خُدائ دپاره فېصلې کوى، او د يروشلم د اوسېدونکو لانجې هواروى.</verse>
				<verse number="9">هغۀ هغوئ ته دا اصُول وښودل، ”تاسو به خپلې ذمه وارۍ خامخا د مالِک خُدائ په يره کښې او په وفادارۍ او د زړۀ د اخلاصه ادا کوئ.</verse>
				<verse number="10">کله هم چې ستاسو د ښارونو نه د يو ښار اوسېدونکى ستاسو په وړاندې د قتل، يا د بل څۀ قانون يا حُکم ماتولو لانجه راوړى، نو تاسو خامخا په احتياط سره دا اصُول ورته ښايئ چې هغه به په عدالت کښې څنګه سلوک کوى، نو چې داسې هغوئ د مالِک خُدائ ګناهګار نۀ شى. کۀ تاسو داسې ونۀ کړئ، نو تاسو او ستاسو د ښارونو اوسېدونکو ته به د مالِک خُدائ د غصې پته ولګى. خو کۀ تاسو خپله ذمه وارى پوره کوئ نو تاسو به ګناهګار نۀ شئ.</verse>
				<verse number="11">د ټولو مذهبى لانجو آخرى اختيار به د مشر اِمام امرياه سره وى او د خلقو په مينځ کښې د ټولو لانجو آخرى اختيار به د يهوداه د حکمران د اِسمٰعيل زوئ زبدياه سره وى. د ليويانو ذمه وارى د هغه فېصلو کتل دى کومې چې په عدالتونو کښې کيږى. تکړه شئ او په دې اصُولو عمل کوئ. او مالِک خُدائ دې د اِنصاف کوونکو سره وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">څۀ موده وروستو د موآب او عمون فوجيان او معونيان راغلل چې د يهوسفط سره جنګ وکړى.</verse>
				<verse number="2">څۀ سړى راغلل او يهوسفط بادشاه ته يې ووئيل، ”د مړ درياب په بل طرف باندې د ادوم نه يو لوئ لښکر د دې دپاره راغلے دے چې په تا باندې حمله وکړى. وګورئ چې هغوئ حصيصون تامار ته رارسېدلى دى.“ (دا د عين‌جدى يو بل نوم دے).</verse>
				<verse number="3">يهوسفط ويرېدو او د مالِک خُدائ د مرضۍ معلومولو دپاره يې دُعا وغوښته او په يهوداه کښې يې ټولو خلقو ته د روژې د نيولو اعلان وکړو.</verse>
				<verse number="4">د يهوداه خلق په يروشلم کښې د مالِک خُدائ نه د مدد غوښتلو دپاره راغونډ شول، هغوئ د مالِک خُدائ مرضى معلومولو دپاره د يهوداه د هر ښار نه راغلل.</verse>
				<verse number="5">بيا يهوسفط د مالِک خُدائ د کور د نوى دربار په مخکښې د يهوداه او يروشلم خلقو په مينځ کښې ودرېدو.</verse>
				<verse number="6">او هغۀ په اوچت آواز دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، زمونږ د پلار نيکۀ خُدائ پاکه، تۀ په آسمان کښې د دُنيا په ټولو قومونو باندې بادشاهى کوې. ستا په لاس کښې طاقت او قوت شته او هيڅ څوک ستا مخالفت نۀ شى کولے.</verse>
				<verse number="7">تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان دې مُلک ته راننوتل، چې کوم خلق دلته اوسېدل نو هغه دې وشړل او د خپل خليل اِبراهيم اولاد له دې هغه مُلک ورکړو چې د همېشه دپاره د هغوئ شى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ دلته اوسېدلى دى او ستا د نوم دپاره يې يو مقدس ځائ جوړ کړے دے او وئيل يې،</verse>
				<verse number="9">کۀ په مونږ باندې د سزا دپاره څۀ افت، جنګ، وبا، يا قحط راشى، نو مونږ به راشو او ستا په حضور کښې به د دې کور په وړاندې ودرېږو، ځکه چې په دې کور کښې ستا نوم دے او چې په خپل مصيبت کښې مونږ تا ته سوال وکړُو نو تۀ به زمونږ سوال قبول کړې او مونږ به بچ کړې.</verse>
				<verse number="10">اوس د عمون، موآب او ادوم خلقو په مونږ باندې حمله کړې ده. کله چې زمونږ پلار نيکۀ د مِصر نه راووتل، نو تا هغوئ له اجازت ورنۀ کړو چې دې مُلکونو ته ورننه وځى، نو زمونږ پلار نيکۀ د دې نه په بله لار لاړل او دا يې تباه نۀ کړل.</verse>
				<verse number="11">نو اوس هغوئ مونږ له د دې داسې بدله راکوى، چې راشى او مونږ د هغه مُلک نه وشړى چې تا مونږ له راکړے دے.</verse>
				<verse number="12">تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. تۀ هغوئ له سزا ورکړه، ځکه چې کوم لوئ لښکر په مونږ حمله کوى نو د هغوئ په وړاندې مونږ بې‌مددګاره يُو. مونږ ته پته نشته چې څۀ وکړُو، خو مونږ ستا د مدد په طمع يُو.“</verse>
				<verse number="13">د يهوداه ټول سړى، سره د خپلو ښځو او بچو، د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ وُو.</verse>
				<verse number="14">بيا د مالِک خُدائ روح په يو ليوى نازل شو کوم چې په ګڼه کښې موجود وو. د هغۀ نوم يحزى‌ايل وو چې د زکرياه زوئ وو، هغه د آسف د قبيلې يو کس وو او د متنياه، يعى‌ايل او بناياه په ذريعه د آسف د اولاد نه وو.</verse>
				<verse number="15">يحزى‌ايل ووئيل، ”د يهوداه او يروشلم ټولو خلقو او يهوسفط بادشاه ما ته غوږ ونيسئ، مالِک خُدائ تاسو ته فرمائى چې تاسو بېخى د دې لوئ لښکر سره په مخامخ کېدو کښې مۀ يرېږئ او مۀ بې‌حوصلې کېږئ. ځکه چې دا جنګ ستاسو نۀ بلکې د خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="16">سبا چې کله هغوئ د صيص درې ته راشى نو په هغوئ حمله وکړه. تۀ به د هغوئ سره د هغه وادۍ په سر کښې مِلاو شې کوم چې د يروئيل سره نزدې د ځنګل مُلک ته ځى.</verse>
				<verse number="17">تاسو به دا جنګ نۀ کوئ. صِرف د جنګ دپاره صفونه جوړ کړئ او کلک ودرېږئ، تاسو به هغه فتح ووينئ کومه چې مالِک خُدائ درکوى. مۀ يرېږئ او مۀ بې‌حوصلې کېږئ. سبا د هغوئ خِلاف راوځئ او مالِک خُدائ به ستاسو مل وى.“</verse>
				<verse number="18">بيا يهوسفط بادشاه ټيټ شو او په زمکه يې سجده ولګوله او ټول خلق هم د هغۀ سره ټيټ شول او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو.</verse>
				<verse number="19">د ليويانو د قُهات او قورح د ډلو کسان پاڅېدل او په اوچت آواز يې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو.</verse>
				<verse number="20">په ورپسې سحر وختى خلق د تقوع سره نزدې د ځنګل مُلک ته لاړل. چې کله هغوئ سفر شروع کړو، نو يهوسفط هغوئ ته په تقرير کښې دا خبرې وکړې، ”د يهوداه او يروشلم خلقو. په مالِک خُدائ ستاسو په خُدائ پاک باندې يقين کوئ، نو تاسو به کلک ولاړ يئ. په هغه څۀ باندې ايمان لرئ چې څۀ درته پېغمبران فرمائى، نو تاسو به کامياب شئ.“</verse>
				<verse number="21">د خلقو سره د مشورې کولو نه پس، بادشاه يو څو موسيقارانو له حُکم ورکړو چې هغه چُوغې واغوندى کومې چې هغوئ په خاصو وختونو کښې اغوستې او ورته يې ووئيل چې د لښکر نه مخکښې روان شئ او داسې وايئ، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. د هغۀ مينه ابدى ده.“</verse>
				<verse number="22">کله چې هغوئ ثناء صِفت کول شروع کړل نو مالِک خُدائ هغه حمله کوونکى فوجيان په خپلو کښې په جګړه کړل.</verse>
				<verse number="23">د عمونيانو او موآبيانو لښکرې د ادوم غر د اوسېدونکو خِلاف راوګرځېدې او د هغوئ هر يو کس يې ووژلو. کله چې هغوئ د ادوم لښکر تباه کړو نو هغوئ په يو بل باندې حملې شروع کړې.</verse>
				<verse number="24">کله چې د يهوداه لښکر هغه برج ته ورسېدو کوم چې په صحرا کښې وو، نو هغوئ د دشمن طرف ته وکتل او وې ليدل چې هغوئ ټول په زمکه باندې مړۀ پراتۀ وُو. يو کس هم په تښتېدو کښې کامياب نۀ شو.</verse>
				<verse number="25">نو يهوسفط او د هغۀ فوجيان ورغلل چې مالِ غنيمت راواخلى او هغوئ ډېر سامانونه، جامې او نور قيمتى څيزونه وموندل. هغوئ په مالِ غنيمت راغونډولو باندې درې ورځې تېرې کړې، خو مالِ غنيمت دومره ډېر وو چې هغوئ ټول نۀ شو راټولولے.</verse>
				<verse number="26">په څلورمه ورځ هغوئ د براکه په وادۍ کښې راغونډ شول او د هغه هر څۀ دپاره يې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړو چې څۀ هغۀ کړى وُو. نو په دې وجه د هغه وادۍ نوم ”براکه“ دے.</verse>
				<verse number="27">يهوسفط په خوشحالۍ سره فوجيان واپس يروشلم ته روان کړل، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ دشمنانو له شکست ورکړے وو.</verse>
				<verse number="28">کله چې هغوئ ښار ته ورسېدل، نو هغوئ د ربابونو او بيګلو د غږېدو سره د مالِک خُدائ کور ته روان شول.</verse>
				<verse number="29">هر يو قوم به چې دا واورېدل چې مالِک خُدائ څنګه د اِسرائيلو دشمنانو له شکست ورکړے دے نو هغوئ به ويرېدل،</verse>
				<verse number="30">نو يهوسفط په امن سره حکومت کولو او خُدائ پاک د هغۀ په هر رنګ باندې حِفاظت کولو.</verse>
				<verse number="31">يهوسفط د پينځو دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شوے وو او په يروشلم باندې يې پينځويشت کاله بادشاهى کړې وه. د هغۀ مور عزوبه وه چې د سِلحى لور وه.</verse>
				<verse number="32">د هغۀ نه مخکښې د هغۀ پلار آسا په شان هغۀ هم هغه کار کولو چې کوم د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وو،</verse>
				<verse number="33">خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوې، او خلق په پوره توګه د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک ته نۀ وُو راګرځېدلى.</verse>
				<verse number="34">نور هر څۀ چې يهوسفط کړى دى، د هغۀ د بادشاهۍ د شروع نه واخله تر آخره پورې، هر څۀ د حنانى زوئ ياهُو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى، کوم چې د اِسرائيل د بادشاهانو د تاريخ يوه حِصه ده.</verse>
				<verse number="35">يو ځل د يهوداه بادشاه يهوسفط د اِسرائيل بادشاه اخزياه سره اِتحاد وکړو، چا چې ډېر بد عملونه وکړل.</verse>
				<verse number="36">د عصيون‌جابر د بندرګاه سره په شريکه هغوئ سمندرى جهازُونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="37">خو د مريسه د ښار د دوداواهو زوئ اِلى‌عزر يهوسفط له خبردارے ورکړو، ”تا د اخزياه سره اِتحاد کړے دے، په دې وجه چې تا څۀ جوړ کړى دى نو مالِک خُدائ به هغه تباه کړى.“ نو سمندرى جهازُونه تباه شول او هيڅکله په سمندر کښې ونۀ چلېدل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">يهوسفط مړ شو او د داؤد ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهورام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="2">د يهوسفط بادشاه د زوئ يهورام شپږ وروڼه وُو، عزرياه، يحى‌ايل زکرياه، عزرياه، ميکائيل او سفطياه.</verse>
				<verse number="3">خپل پلار هغوئ له ډېر سرۀ زر، سپين زر او قيمتى څيزونه ورکړل او هر يو يې د يهوداه د پَخو دېوالونو ښارونو مشر مقرر کړو. يهورام د ټولو مشر وو نو په دې وجه يې هغه د دې دپاره مقرر کړو چې د هغۀ نه پس بادشاه شى.</verse>
				<verse number="4">کله چې بادشاهى په پوره توګه د يهورام په لاس کښې وه، نو هغۀ خپل ټول وروڼه او د اِسرائيل څۀ مشران هم ووژل.</verse>
				<verse number="5">يهورام د دوو دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او اتۀ کاله يې په يروشلم حکومت وکړو.</verse>
				<verse number="6">هغۀ د اخى‌اب بادشاه او د اِسرائيل نورو بادشاهانو په بدو مِثالونو باندې عمل وکړو، ځکه چې هغۀ د اخى‌اب يوه لور وادۀ کړې وه. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه،</verse>
				<verse number="7">خو د مالِک خُدائ دا مرضى نۀ وه چې د داؤد شاهى خاندان تباه کړى، ځکه چې هغۀ د داؤد سره لوظ کړے وو او دا وعده يې ورسره کړې وه چې د هغۀ اولاد به د همېشه دپاره بادشاهى کوى.</verse>
				<verse number="8">د يهورام د بادشاهۍ په وخت کښې ادوم د يهوداه خِلاف بغاوت وکړو او يو خپل بادشاه يې مقرر کړو.</verse>
				<verse number="9">نو يهورام او د هغۀ آفسرانو خپلې ټولې جنګى ګاډۍ او لښکرې روانې کړې او د ادوميانو نه شپه په شپه راتاو شو او په هغوئ يې سخته حمله وکړه.</verse>
				<verse number="10">نو ادوم تر نن پورې د يهوداه نه آزاد دے. هم په هغه وخت کښې د لِبناه ښار هم بغاوت وکړو، دا هر څۀ ځکه وشول چې يهورام مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک پرېښے وو.</verse>
				<verse number="11">هغۀ د يهوداه په غريزه علاقه کښې علاقائى عبادتخانه جوړه کړې وه او د يهوداه او د يروشلم خلق يې بې‌لارې کړى وُو.</verse>
				<verse number="12">الياس پېغمبر يهورام له يو خط ولېږلو، چې په هغې کښې ليکلى شوى وُو، ”مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک تا رد کوى، ځکه چې تا د خپل پلار يهوسفط بادشاه او د خپل نيکۀ آسا په نقش قدم مزل نۀ دے کړے.</verse>
				<verse number="13">تا د اِسرائيل د بادشاهانو په نقش قدم باندې مزل کړے دے او د يهوداه او يروشلم په خلقو دې د بُتانو عبادت کړے دے، لکه څنګه چې اخى‌اب او د اِسرائيل نورو بادشاهانو کړى وُو. تا خو خپل وروڼه هم ووژل، چې هغوئ ستا نه ښۀ سړى وُو.</verse>
				<verse number="14">نو اوس به مالِک خُدائ ستا خلقو له، ستا بچو او ستا ښځو له سخته سزا ورکړى او ستا هر څۀ به تباه کړى.</verse>
				<verse number="15">تۀ به د کولمو په سخت مرض باندې آخته شې چې هغه به ورځ په ورځ زياتيږى تر دې پورې چې کولمې به درنه بهر راوځى.“</verse>
				<verse number="16">څۀ فلستيان او عرب د هغه ځائ سره نزدې اوسېدل چرته چې څۀ د ايتهوپيا خلق د سيند په غاړه دېره وُو. مالِک خُدائ هغوئ ولمسول چې د يهورام خِلاف جنګ له لاړ شى.</verse>
				<verse number="17">هغوئ په يهوداه حمله وکړه، شاهى محل يې لوټ کړو او د بادشاه د کشرى زوئ، اخزياه نه بغېر يې د بادشاه ټولې ښځې او زامن قېديان بوتلل.</verse>
				<verse number="18">بيا د دې هر څۀ نه پس، مالِک خُدائ په بادشاه باندې د کولمو سخت مرض راوستلو.</verse>
				<verse number="19">تقريباً دوه کاله دا مرض په مزه مزه زياتېدو تر دې پورې چې د هغۀ کولمې بهر راووتې او هغه په يو سخت تکليف کښې مړ شو. د هغۀ خلقو د هغۀ د عزت دپاره اور بل نۀ کړو لکه چې د هغۀ د پلار نيکۀ دپاره بل شوے وو.</verse>
				<verse number="20">يهورام د دوو دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شوے وو او اتۀ کاله يې په يروشلم بادشاهى کړې وه. کله چې هغه مړ شو نو هيڅ څوک هم خفه نۀ وُو. هغوئ هغه د داؤد په ښار کښې ښخ کړو، خو په شاهى اديره کښې يې ښخ نۀ کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">څۀ عربو حمله وکړه او د يهورام بادشاه د کشرى زوئ اخزياه نه بغېر يې د يهورام ټول زامن ووژل. نو بيا د يروشلم خلقو اخزياه د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړو.</verse>
				<verse number="2">اخزياه د دوويشتو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شو او يو کال يې په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور عتلياه وه چې د عُمرى بادشاه نمسۍ وه.</verse>
				<verse number="3">اخزياه د اخى‌اب د خاندان په نقش قدم باندې روان وو، ځکه چې د هغۀ مور عتلياه هغۀ ته بدې لارې ښودلې.</verse>
				<verse number="4">هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، ځکه چې د هغۀ د پلار د مرګ نه پس د اخى‌اب د خاندان نور کسان د هغۀ مشيران شول او هغه يې د تباهۍ طرف ته بوتلو.</verse>
				<verse number="5">د هغوئ په مشورو يې عمل کولو کله چې د شام بادشاه حِزائيل خِلاف يې په يو جنګ کښې د اِسرائيل د بادشاه يورام ملګرتيا وکړه. لښکرې په رامات‌جِلعاد کښې په جنګ شوې او يورام په جنګ کښې زخمى شو.</verse>
				<verse number="6">هغه د يزرعيل ښار ته ځکه راواپس شو چې د هغۀ زخمونه روغ شى او اخزياه هلته د مِلاوېدو دپاره ورَغلو.</verse>
				<verse number="7">خُدائ پاک د يورام دا ملاقات د اخزياه د تباهۍ سبب وګرځولو. هغه او يورام، ياهُو زوئ د نِمسى سره مِلاوېدو دپاره راوتل، کوم چې مالِک خُدائ د اخى‌اب شاهى خاندان د تباه کولو دپاره خوښ کړے وو.</verse>
				<verse number="8">کله چې ياهُو د اخى‌اب په شاهى خاندان باندې د خُدائ پاک سزا راوستله، نو هغه د يهوداه د قبيلې يو څو مشرانو او د اخزياه خپلوانو سره مِلاو شو چې هغوئ د اخزياه سره روان وُو نو ياهُو هغوئ ټول ووژل.</verse>
				<verse number="9">اخزياه ولټولے شو او هغه په سامريه کښې پټ وو او هلته پېدا شو. هغوئ هغه ياهُو ته بوتلو او وې وژلو. خو هغوئ د هغۀ لاش د هغۀ نيکۀ يهوسفط بادشاه د عزت په وجه ښخ کړو، ځکه يهوسفط د مالِک خُدائ د خِدمت دپاره هر څۀ کړى وُو. نو د اخزياه د خاندان داسې يو کس هم پاتې نۀ شو چې هغۀ بادشاهى کړے وے.</verse>
				<verse number="10">څنګه چې د اخزياه بادشاه مور عتلياه د خپل زوئ د قتل نه خبر شوه، نو هغې دا حُکم ورکړو چې د يهوداه د شاهى خاندان مکمل کسان دې ووژلے شى.</verse>
				<verse number="11">د اخزياه يوه ناسکه خور يهوسبع وه، د هغې وادۀ د يهويدع اِمام سره شوے وو. هغې په پټه باندې د اخزياه يو زوئ يوآس بچ کړو، هغه يې د هغه نورو شهزادګانو نه يوړو کوم چې قتل کېدونکے وو او هغه او د هغۀ خِدمتګاره يې پټ کړل او د اودۀ کېدو په يوه کوټه کښې د هغوئ خيال ساتلو. نو داسې يهوسبع د هغۀ د پټ ساتلو په وجه باندې هغه د عتلياه د لاسه د مرګ نه بچ کړو.</verse>
				<verse number="12">تر شپږو کالو پورې هغه هلته پټ وو کله چې عتلياه د مَلِکه په توګه بادشاهى کوله.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">د شپږو کالو اِنتظار نه پس يهويدع اِمام يوه فېصله وکړه. هغۀ د دې پينځو فوجى آفسرانو سره لوظ وکړو، د يروحام زوئ عزرياه، د يهوحنان زوئ اِسمٰعيل، د عوبيد زوئ عزرياه، د عداياه زوئ معسياه او د زِکرى زوئ الياسفط.</verse>
				<verse number="2">هغوئ د يهوداه ټولو ښارونو ته سفر وکړو او ځان سره يې واپس يروشلم ته ليويان او د ډلو ټول مشران راوستل.</verse>
				<verse number="3">هغوئ ټول د خُدائ پاک په کور کښې راغونډ شول او هلته هغوئ د بادشاه د زوئ يوآس سره يو لوظ وکړو. يهويدع هغوئ ته ووئيل، ”د بادشاه زوئ دا دے. دے به اوس بادشاه جوړيږى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د داؤد اولاد به بادشاهان وى.</verse>
				<verse number="4">نو مونږ به هم دغه شان کوُو. کله چې اِمامان او ليويان د سبت په ورځ د خپل کار دپاره راځى، نو د هغوئ درېمه برخه به د مالِک خُدائ د کور د دروازو څوکيدارى کوى،</verse>
				<verse number="5">هغه بله درېمه برخه به د شاهى محل څوکيدارى کوى او باقى پاتې برخه به د ”بنياد“ په دروازه باندې مقررولے شى. ټول خلق به د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې راغونډ شى.</verse>
				<verse number="6">ياد ساتئ چې صرف اِمامان او ليويان به د مالِک خُدائ کور ته ننوځى د چا چې د خِدمت نمبر وى. هغوئ ځکه ننوتلے شى چې هغوئ پاک کړے شوى دى، خو باقى نور خلق به خامخا د مالِک خُدائ اصُول منى او بهر دې پاتې شى.</verse>
				<verse number="7">ليويان به د بادشاه نه ګېرچاپېره د حِفاظت دپاره ولاړ وى، چې خپلې تُورې يې راويستلې وى او چې بادشاه چرته هم ځى نو هلته به ورسره ځى. نور هر څوک چې د مالِک خُدائ کور ته د ننوتلو کوشش وکړى نو هغه دې ووژلے شى.“</verse>
				<verse number="8">ليويانو او د يهوداه خلقو د يهويدع په اصُولو باندې عمل وکړو. کوم څوکيداران چې د سبت په ورځ د کار نه چُهټى کېدل، نو هغوئ ته دا اجازت نۀ وو چې کور ته لاړ شى نو داسې د هر فوجى مشر سره خپل څوکيداران موجود وُو يعنې هغه څوکيداران چې د کار نه يې چهټى کوله او هغه کسان چې کار له راتلل.</verse>
				<verse number="9">يهويدع آفسرانو له هغه نېزې او ډالونه ورکړل کوم چې د داؤد بادشاه وُو او چې د مالِک خُدائ په کور کښې ساتلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="10">هغۀ د مالِک خُدائ د کور په مخکښې ګېرچاپېره سړى مقرر کړل چې تُورې يې د دې دپاره راويستلې وې چې د بادشاه حِفاظت وکړى.</verse>
				<verse number="11">بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې د هغۀ په سر کېښودو او هغۀ له يې د احکامو کِتاب ورکړو. نو هغه بادشاه شو. يهويدع اِمام او د هغۀ زامنو د مقررولو د نښې په طور د يوآس سر په تېلو غوړ کړو او ټولو چغه ووهله، ”بادشاه زنده‌باد!“</verse>
				<verse number="12">عتلياه د بادشاه دپاره د خوشحالۍ چغې واورېدلې، نو هغه د مالِک خُدائ کور ته تېزه لاړه، چرته چې خلق راغونډ وُو.</verse>
				<verse number="13">هغې هلته د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې نوے بادشاه وليدو، چې د هغه ستنو سره ولاړ وو چې د بادشاهانو دپاره مخصوصې وې او ګېرچاپېره ترې نه فوجى آفسران او د بيګلو غږوونکى تاو وُو. ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې، او د مالِک خُدائ د کور موسيقارانو د موسيقۍ د څيزونو سره دا جشن روان کړے وو. هغې د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغه يې ووهله، ”غدار! غدار!“</verse>
				<verse number="14">يهويدع دا نۀ غوښتل چې عتلياه دې د مالِک خُدائ په کور کښې ووژلے شى، نو هغۀ خپل فوجى آفسران راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”هغه د څوکيدارانو د قطارونو په مينځ کښې وباسئ او هر څوک چې د هغې د بچ کولو کوشش کوى نو هغه ووژنئ.“</verse>
				<verse number="15">هغوئ هغه ونيوله، محل ته يې بوتله او هلته يې د آسونو د دروازې سره ووژله.</verse>
				<verse number="16">يهويدع اِمام يوآس بادشاه او خلق د ځان سره کړل چې د هغۀ سره يو لوظ وکړى چې هغوئ به د مالِک خُدائ وفادار اوسى.</verse>
				<verse number="17">بيا هغوئ ټول د بعل عبادتخانې ته لاړل او هغه يې راوغورزوله. هغوئ هلته قربان‌ګاه او بُتان ټوټې کړل او متان د بعل اِمام يې د قربان‌ګاه په مخکښې ووژلو.</verse>
				<verse number="18">يهويدع اِمامان او ليويان د مالِک خُدائ د کور د کار مشران مقرر کړل. د هغوئ کار هغه ذمه وارۍ سر ته رسَول وُو چې کومې ورته داؤد بادشاه حواله کړې وې او چې د موسىٰ د قانون په مطابق هغه نذرانې وسوزوى چې کومې مالِک خُدائ ته د موسيقۍ او خوشحالۍ سره پېش کيږى.</verse>
				<verse number="19">يهويدع د مالِک خُدائ د کور په دروازو باندې د دې دپاره هم څوکيداران مقرر کړل چې څوک ناپاک وى نو هغه بهر ايسار کړے شى.</verse>
				<verse number="20">فوجى آفسران، مشران خلق، آفسران او نور پاتې ټول خلق د يهويدع سره په هغه عمل کښې ملګرى وُو چې کله بادشاه د مالِک خُدائ کور نه محل ته راوستلے شو. هغوئ په پاسنۍ دروازه راننوتل او بادشاه په خپل تخت کښېناستو.</verse>
				<verse number="21">ټول خلق خوشحاله وُو او اوس د عتلياه د وژلو په وجه په ښار کښې خاموشى وه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">يوآس د اوو کالو په عُمر کښې د يهوداه بادشاه شو او څلوېښت کاله يې په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور د بيرسبع د ښار ضِبياه وه.</verse>
				<verse number="2">ترڅو پورې چې يهويدع اِمام ژوندے وو نو يوآس هم هغه کار کولو چې مالِک خُدائ ورباندې خوشحالېدو.</verse>
				<verse number="3">يهويدع د يوآس بادشاه دپاره دوه ښځې خوښې کړې او د هغۀ زامن او لوڼه پېدا شول.</verse>
				<verse number="4">کله چې يوآس بادشاه وو نو هغۀ دا فېصله وکړه چې د مالِک خُدائ د کور مرمت دې وشى.</verse>
				<verse number="5">هغۀ اِمامانو او ليويانو له حُکم ورکړو چې د يهوداه ښارونو ته لاړ شى او د ټولو خلقو نه دومره پېسې راغونډې کړى چې د مالِک خُدائ په کور کښې کلنے مرمت ورباندې وکړى. هغۀ ورته ووئيل چې دا کار سمدستى وکړئ، خو ليويانو دا کار سمدستى ونۀ کړو،</verse>
				<verse number="6">نو هغۀ د هغوئ مشر يهويدع راوغوښتلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تاسو دې ته پام ولې نۀ کولو چې ليويانو د يهوداه او يروشلم نه هغه محصُول راغونډولو کوم چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د خلقو نه دا غوښتل چې دا محصُول د مالِک خُدائ د حضور د خېمې دپاره ورکړى؟“</verse>
				<verse number="7">د عتلياه يعنې د هغه بدکارې ښځې منونکو د مالِک خُدائ د کور نه د ډېر وخت نه غلا کوله او ټول مقدس څيزونه يې هم د بعل په عبادت کښې استعمالول.</verse>
				<verse number="8">بادشاه ليويانو له حُکم ورکړو چې د چندې دپاره يو صندوق جوړ کړى او د مالِک خُدائ د کور په دروازه کښې يې کېږدى.</verse>
				<verse number="9">هغۀ په ټول يروشلم او يهوداه کښې هر يو کس له دا خبر ورولېږلو چې مالِک خُدائ له هغه محصُول راوړى کوم چې په وړومبى ځل د خُدائ پاک خِدمت کوونکى موسىٰ په صحرا کښې راغونډ کړے وو.</verse>
				<verse number="10">په دې باندې خلق او د هغوئ مشران خوشحاله شول او خپلې د محصُول پېسې يې راوړې او صندوق يې ډک کړو.</verse>
				<verse number="11">ليويانو به هره ورځ هغه صندوق شاهى آفسر له وړلو کوم آفسر چې د دې ذمه وار وو. کله به هم چې دا ډک وو، نو شاهى منشى او د مشر اِمام کس به پېسې راويستلې او صندوق به يې واپس خپل ځائ ته وړلو. نو داسې هغوئ ډېرې پسې راغونډې کړې.</verse>
				<verse number="12">بادشاه او يهويدع به پېسې هغه چا له ورکولې کوم چې د مالِک خُدائ د کور د مرمت کولو مشران وُو او هغوئ د کاڼو ګِلکاران، ترکاڼان او لوهاران د مرمت دپاره په مزدورۍ ونيول.</verse>
				<verse number="13">هغوئ ټولو سخت محنت کولو او د مالِک خُدائ کور يې خپل اصلى حالت ته بيا راوستلو، هم هغه شان مضبوط لکه څنګه چې مخکښې وو.</verse>
				<verse number="14">کله چې مرمت ختم شو، نو هغه پاتې شوى سرۀ زر او سپين زر بادشاه او يهويدع له ورکړے شول، چې هغوئ دا د مالِک خُدائ د کور د جامونو او نور سامان جوړولو دپاره استعمال کړل. چې ترڅو پورې يهويدع ژوندے وو، نو نذرانې به مسلسل د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کېدلې.</verse>
				<verse number="15">کله چې يهويدع د يو سل او دېرشو کالو ښۀ پوخ عُمر ته ورسېدو، نو هغه مړ شو.</verse>
				<verse number="16">هغه د داؤد په شاهى اديره کښې ښخ شو ځکه چې هغۀ په اِسرائيل کښې د خُدائ پاک او د هغۀ د کور ډېر خِدمت کړے وو.</verse>
				<verse number="17">خو چې کله يهويدع مړ شو، نو د يهوداه مشرانو يوآس بادشاه دې ته جوړ کړو چې هغوئ ته غوږ ونيسى.</verse>
				<verse number="18">نو خلقو د مالِک خُدائ په کور کښې د هغۀ عبادت پرېښودو، دا هغه ځائ وو چرته چې د هغوئ پلار نيکۀ عبادت کولو او د دې په ځائ يې د بُتانو او د اشيرې بُت د نښو عبادت شروع کړو. د دې ګناهونو د جرم په وجه هغوئ په يهوداه او يروشلم باندې د مالِک خُدائ غصه راوستله.</verse>
				<verse number="19">مالِک خُدائ هغوئ له پېغمبران ورولېږل چې خلق هغه واپس راوګرځوى، پېغمبرانو به هغوئ له خبردارے ورکولو خو خلقو ورته غوږ ونۀ نيولو.</verse>
				<verse number="20">بيا د خُدائ پاک روح د يهويدع اِمام په زوئ زکرياه باندې راغلو. هغه په يو اوچت ځائ باندې ودرېدو او آواز يې وکړو، ”مالِک خُدائ، خُدائ پاک دا تپوس کوى چې تاسو د هغۀ د حُکمونو نافرمانى ولې کوئ او په خپل ځان باندې تباهى ولې راولئ. تاسو هغه پرېښودو، نو په دې وجه هغۀ تاسو هم پرېښودئ.“</verse>
				<verse number="21">يوآس بادشاه د زکرياه خِلاف په يو سازش کښې ملګرتيا وکړه او د بادشاه په حُکم يې د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې زکرياه سنګسار کړو.</verse>
				<verse number="22">بادشاه هغه د وفادارۍ خِدمت هېر کړو چې د زکرياه پلار يهويدع د هغۀ دپاره کړے وو او هغۀ زکرياه ووژلو. کله چې زکرياه مړ کېدو، نو هغۀ چغه ووهله، ”مالِک خُدائ دې زما په حال نظر وکړى او زما بدل دې تا نه واخلى.“</verse>
				<verse number="23">کله چې په هغه کال خزان راغلو، نو د شام لښکر په يهوداه او يروشلم باندې حمله وکړه او ټول مشران يې ووژل او ټول مال غنيمت يې د دمشق بادشاه له يوړو.</verse>
				<verse number="24">اګر چې شامى لښکر وړوکے وو، خو مالِک خُدائ د هغوئ مدد وکړو چې د يهوداه دومره لوئ لښکر له شکست ورکړى ځکه چې د يهوداه خلقو مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک پرېښے وو. نو داسې يوآس بادشاه ته سزا مِلاو شوه.</verse>
				<verse number="25">کله چې شامى لښکر واپس لاړو نو يوآس سخت زخمى پاتې وو، نو وروستو بيا د هغۀ دوو آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او هغه يې په خپل کټ کښې ووژلو د دې دپاره چې د يهويدع اِمام د زوئ د قتل بدله ترې نه واخلى. هغه د داؤد په ښار کښې ښخ شو، خو په شاهى اديره کښې ښخ نۀ شو.</verse>
				<verse number="26">د هغۀ خِلاف چې چا منصوبه جوړه کړې وه هغه يو زاباد وو، چې هغه د يوې عمونى ښځې زوئ وو چې د هغې نوم سماعت وو، او بل يهوزبد وو چې دے د يوې موآبۍ ښځې زوئ وو چې د هغې نوم سِمريت وو.</verse>
				<verse number="27">د بادشاهانو د کِتاب په تفسير کښې د يوآس د زامنو قيصې، هغه پېغامونه چې د هغۀ خِلاف شوى دى، او د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړولو په حقله قيصه شامله ده. د هغۀ زوئ امصياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">امصياه د پينځويشتو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او يو کم دېرش کاله يې په يروشلم باندې حکومت وکړو. د هغۀ مور د يروشلم يهوعدان وه.</verse>
				<verse number="2">هغۀ هغه هر کار کولو چې په څۀ باندې مالِک خُدائ رضا کېدو خو د زړۀ د اخلاصه يې نۀ کول.</verse>
				<verse number="3">کله چې د هغۀ بادشاهى مضبوطه شوه، نو هغۀ هغه آفسران ووژل چا چې د هغۀ پلار وژلے وو.</verse>
				<verse number="4">خو هغۀ د هغوئ بچى ونۀ وژل او په هغه څۀ يې عمل وکړو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په شريعت کښې د هغې حُکم کړے وو، ”مور پلار دې د هغه جرمونو په وجه نۀ شى وژلے کوم چې د هغوئ بچو کړى وى او بچى دې د هغه جرمونو په وجه نۀ شى وژلے کوم چې د هغوئ مور پلار کړى وى، يو کس دې صِرف د هغه جرم په وجه وژلے شى چې هغۀ په خپله کړے وى.“</verse>
				<verse number="5">امصياه بادشاه د يهوداه او د بنيامين د قبيلو ټول سړى د خپلو خپلو کورَنو په مطابق په فوجى ډلو کښې رايوځائ کړل او د زرو کسانو د ډلو او د سلو کسانو د ډلو دپاره يې فوجى مشران مقرر کړل. په دې کښې هغه ټول سړى شامل وُو چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وو، چې ټول درې لاکه وُو. هغوئ خوښ کړے شوى فوجيان وُو، د جنګ دپاره تيار وُو او د نېزو او ډالونو په استعمالولو کښې تکړه وُو.</verse>
				<verse number="6">د دې نه علاوه، هغۀ د اِسرائيل نه سل زره فوجيان تقريباً د درې زره او څلور سوه کلو د سپينو زرو په قيمت باندې په مزدورۍ ونيول.</verse>
				<verse number="7">خو يو پېغمبر بادشاه له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”د اِسرائيل دا فوجيان ځان سره مۀ بوځه. مالِک خُدائ د اِفرائيم د قبيلې د دې فوجيانو مل نۀ دے.</verse>
				<verse number="8">کېدے شى ستا خيال دا وى چې د هغوئ په وجه به تاسو په جنګ کښې تکړه شئ، خو دا د خُدائ پاک کار دے چې هغه دا طاقت لرى چې چا له فتح يا شکست ورکړى. خُدائ پاک به ستاسو د دشمنانو په وجه تاسو له شکست درکړى.“</verse>
				<verse number="9">امصياه د پېغمبر نه تپوس وکړو، ”خو د هغه ټولو سپينو زرو به څۀ کيږى چې ما په مزدورۍ کښې ورکړى دى؟“ هغه پېغمبر ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا له د هغې نه زيات درکولے شى.“</verse>
				<verse number="10">نو امصياه هغه د مزدورۍ فوجيان واپس ولېږل او ورته يې ووئيل چې کورونو ته لاړ شئ. نو هغوئ کورونو ته لاړل او د يهوداه خلقو ته سخت غصه وُو.</verse>
				<verse number="11">امصياه خپل ځان بيا تکړه کړو او د مالګې مېدان ته يې خپل لښکر روان کړو. هغوئ هلته جنګ وکړو او لس زره ادومى فوجيان يې ووژل</verse>
				<verse number="12">او نور لس زره يې ونيول. هغوئ قېديان د سِلح په ښار کښې د کمر سر ته وخېژول او راوې غورزول، نو داسې هغوئ لاندې په ګټو کښې مړۀ شول.</verse>
				<verse number="13">په دې دوران کښې د مزدورۍ کوم فوجيان چې امصياه کورونو ته لېږلى وُو نو هغوئ د سامريه او بيت‌حورون په مينځ کښې د يهوداه په يو څو ښارونو حمله وکړه. هغوئ درې زره کسان ووژل او ډېر مال غنيمت يې يوړو.</verse>
				<verse number="14">کله چې امصياه ادوميانو له د شکست ورکولو نه پس راوګرځېدو، نو هغۀ د هغوئ بُتان د ځان سره راوړل، دا يې ودرول، د هغې عبادت يې وکړو او خوشبويۍ يې ورته وسوزولې.</verse>
				<verse number="15">په دې باندې مالِک خُدائ غصه شو، نو هغۀ امصياه له يو پېغمبر ورولېږلو. پېغمبر ورته وفرمائيل، ”تا د هغه پردو معبودانو عبادت ولې کړے دے چې هغوئ ستا د لاس نه خپل خلق هم نۀ شول بچ کولے؟“</verse>
				<verse number="16">نو امصياه ورته ووئيل، ”د کله نه تۀ مونږ د بادشاه مشير مقرر کړے يې؟ خولۀ دې بنده کړه، ګنې ووبه دې وژنم.“ پېغمبر خبرې بندې کړې خو دا يې وفرمائيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک ستا د تباه کولو فېصله کړې ده دا ځکه چې تا دا هر څۀ وکړل او زما نصيحت ته دې پام نۀ دے کړے.“</verse>
				<verse number="17">د يهوداه بادشاه امصياه او د هغۀ مشيرانو د اِسرائيل د بادشاهۍ خِلاف منصوبه جوړه کړه. بيا هغۀ د اِسرائيل بادشاه يهوآس ته يو پېغام ولېږلو، څوک چې د يهوآخز زوئ او د ياهُو نمسے وو، چې جنګ له راوړاندې شه.</verse>
				<verse number="18">يهوآس امصياه له دا پېغام ولېږلو، ”يو ځل د لبنان په غرونو کښې د ازغو بوټى د دِيار ونې له دا پېغام ولېږلو، زما زوئ له ستا لور راکړه چې وادۀ يې کړى. نو بيا يو ځنګلى ځناور هلته تېرېدو او د ازغو په بوټى يې پښې کېښودې.</verse>
				<verse number="19">نو امصياه، ادوميانو له دې اوس شکست ورکړے دے او مغروره شوے يې. خو زۀ تا له مشوره درکوم چې په خپل کور کښې کښېنه. داسې بلا ولې راپاروې چې هغه ستا او ستا په خلقو باندې صِرف تباهى راولى؟“</verse>
				<verse number="20">خو امصياه ورته غوږ نۀ نيولو. خُدائ پاک غوښتل چې امصياه شکست وخورى، ځکه چې هغۀ د ادومى بُتانو عبادت کړے وو.</verse>
				<verse number="21">نو د اِسرائيل بادشاه يهوآس د يهوداه بادشاه امصياه خِلاف جنګ له لاړو. هغوئ په يهوداه کښې د بيت‌شمس سره يو بل ته مخامخ شول،</verse>
				<verse number="22">د يهوداه لښکر د اِسرائيل د لښکر نه شکست وخوړو او ټول فوجيان خپلو کورونو ته وتښتېدل.</verse>
				<verse number="23">يهوآس امصياه ونيولو او يروشلم ته يې بوتلو. هلته هغۀ د اِفرائيم د دروازې نه واخله د ګوټ د دروازې پورې دېوال راوغورزولو، چې تقريباً دوه سوه او شل ګزه فاصله وه.</verse>
				<verse number="24">هغۀ د مالِک خُدائ د کور ټول سرۀ زر او سپين زر د مالِ غنيمت په توګه سامريه ته يوړل، د مالِک خُدائ د کور هغه سامان چې د عوبيد ادوم اولاد د هغې حِفاظت کولو او د محل خزانې يې يوړې. هغۀ د ځان سره قېديان هم بوتلل.</verse>
				<verse number="25">د يهوداه بادشاه امصياه د اِسرائيل د بادشاه يهوآس د مرګ نه پس پينځلس کاله ژوندے وو.</verse>
				<verse number="26">امصياه چې نور هر څۀ هم کړى دى د هغۀ د بادشاهۍ د شروع نه واخله تر آخره پورې هغه د يهوداه او اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="27">د هغه وخت نه واخله چې کله هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت وکړو، په يروشلم کښې دشمنانو د هغۀ خِلاف يوه منصوبه جوړوله. په آخر کښې هغه د لکيس ښار ته وتښتېدو، خو د هغۀ دشمنان په هغۀ پسې وُو او هلته يې ووژلو.</verse>
				<verse number="28">د هغۀ لاش په يو آس باندې يروشلم ته راوړلے شو او هغه د داؤد ښار په شاهى اديره کښې ښخ کړے شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">د يهوداه ټولو خلقو د امصياه شپاړس کلن زوئ عُزياه خوښ کړو چې د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ شى.</verse>
				<verse number="2">دا د امصياه د مرګ نه پس وُو چې عُزياه ايلات بيا قبضه کړو او ښار يې دوباره جوړ کړو.</verse>
				<verse number="3">عُزياه د شپاړسو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې دوه پنځوس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور د يروشلم يکولياه وه.</verse>
				<verse number="4">هغه د خپل پلار په نقش قدم باندې روان وو او هغه کار يې کولو چې مالِک خُدائ ورباندې خوشحالېدو.</verse>
				<verse number="5">چې ترڅو پورې د هغۀ مذهبى مشير زکرياه ژوندے وو، نو هغۀ په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ خِدمت کولو او خُدائ پاک هغۀ له برکت ورکولو.</verse>
				<verse number="6">عُزياه د فلستيانو خِلاف جنګ له لاړو. هغۀ د جات، يبنه او اشدود ښارونو دېوالونه راوغورزول او د اشدود او باقى ټول فلستيه کښې يې د پَخو دېوالونو ښارونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="7">خُدائ پاک فلستيانو له او هغه عربو له چې په جوربعل کښې اوسېدل او معونيانو له په شکست ورکولو کښې د هغۀ مل وو.</verse>
				<verse number="8">عمونيانو عُزياه له محصُول ورکولو او هغه دومره طاقتور شو چې د هغۀ شُهرت د مِصر پورې خور شو.</verse>
				<verse number="9">عُزياه د يروشلم د پَخو دېوالونو مضبوطولو دپاره داسې وکړل چې د ګوټ د دروازې سره او د وادۍ د دروازې سره او هلته يې برجونه جوړ کړل چرته چې دېوال تاويږى.</verse>
				<verse number="10">هغۀ په بيابان کښې پاخۀ برجونه جوړ کړل او د اوبو ډېرې ډيګۍ يې وکنستلې، ځکه چې هغۀ د نمرپريواتۀ طرف ته د غرۀ په لمنو کښې او بيابان کښې د څاروو ډېرې رَمې لرلې. ځکه چې هغۀ د زميدارۍ سره مينه لرله، هغۀ خلقو ته وفرمائيل چې د غرونو په مُلک کښې د انګورو باغونه وکَرى او په آباده زمکه کښې پټى وکَرى.</verse>
				<verse number="11">د عُزياه لوئ لښکر د جنګ دپاره تيار وو. د دې حِساب کِتاب د حننياه د ذمه وارۍ لاندې د هغۀ منشيانو يعى‌ايل او معسياه ساتلو. حننياه د بادشاه د نوکرانو نه يو کس وو.</verse>
				<verse number="12">د لښکر مشرى شپږويشت سوو آفسرانو کوله.</verse>
				<verse number="13">د هغوئ لاندې درې لاکه اووۀ زره او پينځۀ سوه داسې تکړه فوجيان وُو چې هغوئ په ښۀ شان د دشمنانو نه د بادشاه حِفاظت کولے شو.</verse>
				<verse number="14">عُزياه د لښکر دپاره د ډالونو، نېزو، د کلکو ټوپو، زغرو، ليندو، غشو او د ليندو دپاره د کاڼو بندوبست وکړو.</verse>
				<verse number="15">په يروشلم کښې ماهرو کاريګرانو د غشو د ويشتلو دپاره او د برجونو او د ښار د دېوال د ګوټونو نه د لويو کاڼو غورزولو دپاره څيزونه ايجاد کړل. د هغۀ شُهرت په هر ځائ کښې خور شو او چې د خُدائ پاک نه هغۀ ته کوم مدد مِلاو شوے وو د هغې په وجه هغه ډېر طاقتور شو.</verse>
				<verse number="16">خو کله چې عُزياه بادشاه تکړه شو، نو هغه مغروره شو او په دې وجه هغه د تباهۍ طرف ته لاړو. هغۀ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره خيانت وکړو ځکه چې هغه په خپله د مالِک خُدائ کور ته لاړو او د خوشبويۍ په قربان‌ګاه باندې يې خوشبوئى وسوزوله.</verse>
				<verse number="17">عزرياه اِمام، بادشاه پسې لاړو چې د عزرياه سره اتيا بهادر اِمامان ملګرى وُو،</verse>
				<verse number="18">دا دې دپاره چې د عُزياه مخه ونيسى. هغوئ ووئيل، ”عُزياه، تۀ دا حق نۀ لرې چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. صِرف د هارون د اولاد اِمامان د دې کار دپاره مخصوص دى. د دې مقدس ځائ نه ووځه ځکه چې تا ګناه کړې ده او مالِک خُدائ به نور ستا عزت نۀ کوى.“</verse>
				<verse number="19">عُزياه هلته د مالِک خُدائ په کور کښې د خوشبويۍ د قربان‌ګاه سره ولاړ وو او د خوشبويۍ د سوزولو مجمر يې نيولے وو. هغه اِمامانو ته غصه شو او سمدستى د جذام مرض د هغۀ په تندى باندې راغلو.</verse>
				<verse number="20">عزرياه او نورو اِمامانو د يرې سره د بادشاه تندى ته کتل او بيا يې هغه دې ته مجبور کړو چې د مالِک خُدائ د کور نه لاړ شى. هغه زر زر د هغه ځائ نه لاړو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له سزا ورکړې وه.</verse>
				<verse number="21">عُزياه باقى ټول عُمر د خپل مرض په وجه ناپاک وو. بيا د دې قابل نۀ شو چې د مالِک خُدائ کور ته ورننوتے وو او هغه په يو ځان له کور کښې اوسېدو، خپل ټول کارونه يې پرېښودل. په دې دوران کښې د هغۀ زوئ يوتام په مُلک حکومت کولو.</verse>
				<verse number="22">د آموص زوئ يشعياه پېغمبر هغه نور ټول څيزونه ليکلى دى چې عُزياه بادشاه د خپلې بادشاهۍ په دوران کښې کړى دى.</verse>
				<verse number="23">عُزياه مړ شو او د ښخېدو په شاهى زمکه کښې ښخ شو، خو د جذام د مرض په وجه هغه په شاهى اديره کښې ښخ نۀ شو. د هغۀ زوئ يوتام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">يوتام د پينځويشتو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او هغۀ شپاړس کاله په يروشلم بادشاهى وکړه. د هغۀ مور يروسا د صدوق لور وه.</verse>
				<verse number="2">هغۀ د خپل پلار عُزياه په شان هم هغه کار کولو چې په کوم باندې مالِک خُدائ خوشحالېدو، خو د خپل پلار په شان هغۀ داسې ګناه ونۀ کړه لکه چې د هغۀ پلار د مالِک خُدائ کور ته ننوتلے وو. خو خلقو ګناه بيا بيا کوله.</verse>
				<verse number="3">هغه يوتام وو چې هغۀ د مالِک خُدائ د کور پاسنۍ دروازه جوړه کړه او د يروشلم په هغه علاقه کښې يې د ښار د دېوال ډېر مرمت هم وکړو چې د هغه علاقې نوم عوفل وو.</verse>
				<verse number="4">د يهوداه په غرونو کښې هغۀ ښارونه جوړ کړل او په ځنګلو کښې يې قلعې او برجونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="5">هغۀ د عمون بادشاه او د هغۀ د لښکر خِلاف جنګ وکړو او هغوئ له يې شکست ورکړو. بيا هغۀ عمونيان دې ته مجبور کړل چې درې کاله به هر کال دا محصُول ورکوى، درې زره او څلور سوه کلو سپين زر، يو زر ټنه غنم او يو زر ټنه اوربشې.</verse>
				<verse number="6">د يوتام بادشاهى مضبوطېدله ځکه چې هغۀ په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک فرمانبردارى کوله.</verse>
				<verse number="7">د يوتام د بادشاهۍ نورې واقعې، د هغۀ جنګونه او د هغۀ نور کارونه، دا هر څۀ د اِسرائيل او د يهوداه په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="8">يوتام د پينځويشتو کالو وو چې هغه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې شپاړس کاله بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="9">يوتام مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ احاز د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="28">
				<verse number="1">احاز د شلو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې شپاړس کاله بادشاهى وکړه. هغه د خپل پلار نيکۀ داؤد په شان نۀ وو، او په ځائ د هغې يې هغه کار کولو چې په څۀ مالِک خُدائ ناراضه کېدو.</verse>
				<verse number="2">او د اِسرائيل د بادشاهانو په نقش قدم باندې روان وو. هغۀ د بعل د اوسپنې بُتان جوړ کړى وُو،</verse>
				<verse number="3">د هنوم په وادۍ کښې يې خوشبويۍ سوزولې او تر دې پورې چې خپل زامن يې هم بُتانو ته د سوزېدونکې نذرانو په توګه قربانى کړل. د هغه خلقو د حرامو رِواجونو نقل يې کولو چې کله بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل نو مالِک خُدائ هغه د غېرو قومونو خلق د هغه مُلک نه شړلى وُو.</verse>
				<verse number="4">په علاقائى عبادتخانو کښې، په غرونو، او د سورى د هرې ونې لاندې به احاز قربانۍ پېش کولې او خوشبويۍ يې سوزولې.</verse>
				<verse number="5">احاز بادشاه ګناه کړې وه، نو په دې وجه مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د شام بادشاه په ذريعه هغۀ له شکست ورکړو او هغۀ په لوئ شمېر کښې د يهوداه قېديان هم دمشق ته بوتلل. مالِک خُدائ د رملياه د زوئ د اِسرائيل د بادشاه فقح په ذريعه هم احاز له شکست ورکړو او په يوه ورځ يې يو سل او شل زره د يهوداه تکړه فوجيان ووژل. مالِک خُدائ د هغوئ پلار نيکۀ خُدائ پاک د دې کېدو اجازت ځکه ورکړو چې د يهوداه خلقو هغه پرېښے وو.</verse>
				<verse number="6"></verse>
				<verse number="7">يو اِسرائيلى فوجى چې نوم يې زِکرى وو هغۀ د احاز بادشاه زوئ معسياه، د محل مشر عزريقام او القنه ووژل. القنه په بادشاه پسې دوېم سړے وو.</verse>
				<verse number="8">اګر چې د يهوداه خلق د هغوئ خپل رشته‌دار هم وُو، خو د اِسرائيل لښکر دوه لاکه ښځې او ماشومان قېديان کړل او د ډېر زيات مالِ غنيمت سره يې سامريه ته بوتلل.</verse>
				<verse number="9">د مالِک خُدائ يو پېغمبر چې نوم يې عوبېد وو، هغه د سامريه په ښار کښې اوسېدو. کله چې د اِسرائيل لښکر د يهوداه د قېديانو سره واپس راروان وو نو چې هغوئ ښار ته په ننوتلو وُو نو عوبيد هغوئ له د مِلاوېدو دپاره ور ووتلو او عوبيد ورته ووئيل، ”مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک د يهوداه خلقو ته غصه وو او ستاسو په ذريعه يې هغوئ له شکست ورکړو، خو چې تاسو هغوئ څومره په بې‌رحمۍ سره حلال کړى دى نو خُدائ پاک د هغې نه خبر شوے دے.</verse>
				<verse number="10">او اوس ستاسو اراده دا ده چې د يروشلم او يهوداه سړى او ښځې خپل غلامان او وينځې جوړې کړئ. ولې تاسو ته پته نشته څۀ چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خِلاف ګناهونه هم کړې دى؟</verse>
				<verse number="11">زما دا خبره واورئ. دا قېديان ستاسو وروڼه او خوېندې دى. هغوئ پرېږدئ چې لاړ شى، ګنې مالِک خُدائ به په غصه کښې تاسو له سزا درکړى.“</verse>
				<verse number="12">د اِفرائيم د قبيلې څلورو مشرانو سړو، د يهوحنان زوئ عزرياه، د مسلموت زوئ برکياه، د سلوم زوئ يحزقياه او د خدلى زوئ عماسا هم د فوجى کاروائۍ مخالفت وکړو.</verse>
				<verse number="13">هغوئ ووئيل، ”دا قېديان دلته مۀ راولئ. مونږ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه کړې ده او هغه مو دومره غصه کړے دے چې مونږ له به سزا راکړى. اوس تۀ داسې نور هم څۀ کول غواړې چې په هغې باندې زمونږ جرم زيات شى.“</verse>
				<verse number="14">نو بيا فوجيانو قېديان او مالِ غنيمت هغه خلقو او د هغوئ مشرانو ته حواله کړو،</verse>
				<verse number="15">او هغه څلور سړى د دې دپاره مقرر کړے شول چې قېديانو له د هغه نيولے شوى مالِ غنيمت نه جامې ورکړى. هغوئ ورله د اغوستلو دپاره څپلۍ او جامې ورکړې، د خوراک څښاک ښۀ ډېر څيزونه يې ورکړل او د هغوئ په زخمونو يې د زيتُونو تېل واچول. هغه کسان چې کوم ډېر کمزورى وُو او تلے نۀ شو نو هغوئ يې په خرونو کښېنول او ټول قېديان په يريحو کښې د يهوداه علاقې ته بوتلے شول، کوم چې د کجورو د ونو ښار دے. بيا د اِسرائيل خلق خپل کور سامريه ته راواپس شول.</verse>
				<verse number="16">ادوميانو په يهوداه باندې بيا حملې شروع کړې او ډېر قېديان يې ونيول، نو په دې وجه احاز بادشاه د اسور بادشاه تغلت فلاسر نه مدد وغوښتو.</verse>
				<verse number="17"></verse>
				<verse number="18">په هغه وخت کښې فلستيانو د نمرپرېواتۀ په طرف د غرونو په لمن کښې او په جنوبى يهوداه کښې په ښارونو باندې حملې کولې. هغوئ د بيت‌شمس، ايالون، جديروت، شوکو، تمنت او جِمسو ښارونه او ورسره خواوشا علاقو کښې کلى هم قبضه کړل او هلته پاخۀ دېره شول.</verse>
				<verse number="19">احاز بادشاه خپل خلق د بدعملۍ په لار روان کړى وُو او د مالِک خُدائ نافرمانى يې کړې وه نو په دې وجه مالِک خُدائ په يهوداه باندې افتونه راوستل.</verse>
				<verse number="20">د اسور بادشاه د احاز د مدد په ځائ د هغۀ مخالفت وکړو او هغه يې د تکليف سره مخ کړو.</verse>
				<verse number="21">نو احاز د مالِک خُدائ د کور، محل او د خلقو د مشرانو د کورونو نه يې سرۀ زر واخستل او د اسور بادشاه له يې ورکړل، خو په دې هم کار ونۀ شو.</verse>
				<verse number="22">کله چې مصيبتونه ډېر سخت وُو، نو هغه سړى يعنې احاز د مالِک خُدائ خِلاف د مخکښې نه زياته ګناه وکړه.</verse>
				<verse number="23">هغۀ د دمشق معبودانو ته قربانۍ پېش کړې، چا چې هغۀ له شکست ورکړے وو. هغۀ ووئيل، ”د شام معبودانو د خپلو بادشاهانو مدد وکړو، نو کۀ زۀ هغوئ ته قربانۍ پېش کړم، نو کېدے شى چې زما هم مدد وکړى.“ نو په دې وجه په هغۀ او د هغۀ په قوم باندې تباهى راغله.</verse>
				<verse number="24">د دې نه علاوه، هغۀ د خُدائ پاک د کور ټول سامان هم واخستلو او ټوټې ټوټې يې کړو. هغۀ د مالِک خُدائ د کور دروازې بندې کړې او د يروشلم په هر ځائ کښې يې قربان‌ګاه جوړې کړې.</verse>
				<verse number="25">هغۀ د يهوداه په هر يو ښار کښې علاقائى عبادتخانې جوړې کړې، چرته چې به پردو خُدايانو ته خوشبويۍ سوزولے شوې. نو په دې وجه هغۀ مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک په قهر کړو.</verse>
				<verse number="26">د شروع نه واخله تر آخره پورې د هغۀ د بادشاهۍ ټولې واقعې د يهوداه او د اِسرائيل په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="27">احاز بادشاه مړ شو او په يروشلم کښې ښخ شو، خو په شاهى اديره کښې ښخ نۀ شو. د هغۀ زوئ حزقياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="29">
				<verse number="1">حزقياه د پينځويشتو کالو په عُمر کښې د يهوداه بادشاه شو او يو کم دېرش کاله يې په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ابياه د زکرياه لور وه.</verse>
				<verse number="2">هغۀ د خپل پلار نيکۀ داؤد په نقشِ قدم باندې روان وو او هغه کار يې کولو چې مالِک خُدائ ورباندې رضا کېدو.</verse>
				<verse number="3">د حزقياه د بادشاهۍ د اول کال په وړومبۍ مياشت، هغۀ د مالِک خُدائ د کور دروازې کولاو کړې او مرمت يې کړې.</verse>
				<verse number="4">هغۀ د مالِک خُدائ د کور نمرخاتۀ طرف ته دربار کښې اِمامان او ليويانو راغونډ کړل</verse>
				<verse number="5">او هلته يې ورته خبرې وکړې. هغۀ وفرمائيل، ”ليويانو تاسو به خپل ځانونه وقف کړئ او د مالِک خُدائ کور به پاک کړئ کوم چې ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے. د مقدس ځائ نه ټول ناپاکه څيزونه لرې کړئ.</verse>
				<verse number="6">زمونږ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک نافرمانه وُو او هغه کار يې کولو چې په څۀ باندې هغه ناراضه کېدو. هغوئ مالِک خُدائ او د هغۀ کور پرېښودو او هغۀ ته يې شا وګرځوله.</verse>
				<verse number="7">هغوئ د ننوتو د کوټې دروازې بندې کړې، ډيوې يې پرېښودې چې مړې شى او خوشبوئى يې نۀ سوزوله او نۀ يې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په مقدس ځائ کښې سوزېدونکې نذرانې پېش کړې.</verse>
				<verse number="8">نو په دې وجه مالِک خُدائ يهوداه او يروشلم ته غصه دے او چې هغۀ څۀ کړى دى په هغې باندې هر يو کس حېران دے او يرېدلے دے او سپک يې ګڼى. او تاسو ته د دې ډېره ښۀ پته ده.</verse>
				<verse number="9">زمونږ پلار نيکۀ په جنګ کښې وژلے شوى وُو او زمونږ ښځې او بچى قېديان بوتلے شوى دى.</verse>
				<verse number="10">اوس ما دا فېصله کړې ده چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره يو لوظ وکړم، نو هغه به نور مونږ ته غصه نۀ وى.</verse>
				<verse number="11">زما زامنو وخت مۀ ضائع کوئ. تاسو هغه څوک يئ چې مالِک خُدائ د دې دپاره خوښ کړى يئ چې هغۀ ته خوشبوئى وسوزوئ او د هغۀ په عبادت کښې د خلقو مشرى وکړئ.“</verse>
				<verse number="12">دا ليويان هلته موجود وُو: د قُهات د قبيلې، د عماسى زوئ محت او د عزرياه زوئ يوايل، د مرارى د قبيلې، د عبدى زوئ قيس او د يهلل‌ايل زوئ عزرياه، د جيرسون د قبيلې، د زِمه زوئ يوآخ او د يوآخ زوئ عدن، د اليصفن د قبيلې، سِمرى او يعى‌ايل، د آسف د قبيلې، زکرياه او متنياه، د هيمان د قبيلې، يحى‌ايل او سِمعى، د يدوتون د قبيلې، سمعياه او عُزى‌اېل.</verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14"></verse>
				<verse number="15">دې سړو خپل ليويان راغونډ کړل او هغوئ ټولو خپل ځانونه پاک کړل. بيا هغوئ د مالِک خُدائ د کور پاکول شروع کړل، هم هغه شان چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو. هغوئ په خپل کار کښې د مالِک خُدائ د اصُولو منلو خيال ساتلو.</verse>
				<verse number="16">د مالِک خُدائ د کور مقدس کولو دپاره اِمامان دننه لاړل او هغوئ د مالِک خُدائ د کور دربار ته هغه هر څۀ راوويستل کوم چې ناپاک وُو. ليويانو هغه هر څۀ د ښار نه بهر د قِدرون وادۍ ته يوړل.</verse>
				<verse number="17">نو هغوئ د اولې مياشتې په وړومبۍ ورځ مقدس کول شروع کړل، نو هم د دې مياشتې په اتمه ورځ هغوئ د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو دروازې پورې ورسېدل. بيا هغوئ په اتۀ نورو ورځو کښې د مالِک خُدائ کور پاک کړو او د وړومبۍ مياشتې په شپاړسمه ورځ يې ټول کار ختم کړو.</verse>
				<verse number="18">ليويان لاړل او حزقياه بادشاه ته يې دا خبرې وکړې، ”مونږ د مالِک خُدائ د کور د پاکوالى ټول رسم پوره کړے دے، چې په هغې کښې د سوزېدونکې نذرانو قربان‌ګاه، د مقدسې روټۍ مېز او د هغې ټول سامان هم شامل دے.</verse>
				<verse number="19">مونږ هغه ټول سامان هم واپس راوړے دے چې کوم احاز بادشاه د خپلې بادشاهۍ په وخت کښې اوړے وو چې کله هغه د خُدائ پاک نافرمانه وو او مونږ دا بيا وقف کړے دے. دا هر څۀ د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه په مخکښې دى.“</verse>
				<verse number="20">نو حزقياه سحر وختى د ښار مشران سړى راغونډ کړل او هغوئ په يو ځائ د مالِک خُدائ کور ته لاړل.</verse>
				<verse number="21">د شاهى خاندان او د يهوداه د خلقو د ګناه د کفارې دپاره او د مالِک خُدائ د کور د پاکولو دپاره، هغوئ اووۀ غوَيى، اووۀ ګډان، اووۀ ګډُورى او اووۀ چېلى د يوې نذرانې په توګه بوتلل. بادشاه د هارون د اولاد اِمامانو ته ووئيل چې هغه ځناور په قربان‌ګاه باندې قربانى کړئ.</verse>
				<verse number="22">اِمامانو اول غوَيان حلال کړل، بيا يې ګډان او بيا يې ګډُورى حلال کړل او د هرې قربانۍ وينه يې په قربان‌ګاه باندې وشيندله.</verse>
				<verse number="23">په آخر کښې هغوئ بادشاه او نورو عبادت کوونکو له چېلى راوستل، چې هغوئ خپل لاسونه په دې چېلو باندې کېښودل.</verse>
				<verse number="24">اِمامانو بيا چېلى حلال کړل او د دې وينه يې په قربان‌ګاه توئ کړه چې دا د ټولو خلقو د ګناه د کفارې نذرانه شى، ځکه چې بادشاه حُکم کړے وو چې د ټول اِسرائيل دپاره سوزېدونکې نذرانې او د ګناه نذرانې پېش شى.</verse>
				<verse number="25">بادشاه په هغه اصُولو باندې عمل وکړو چې کوم مالِک خُدائ د بادشاه پېغمبر جاد او د ناتن پېغمبر په ذريعه داؤد بادشاه ته ښودلى وُو، هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د ربابونو او چمټو سره ليويان مقرر کړل،</verse>
				<verse number="26">دا د موسيقۍ هم هغه شان څيزونه وُو چې څنګه داؤد بادشاه استعمال کړى وُو. هلته اِمامان هم د بيګلو سره ولاړ وُو.</verse>
				<verse number="27">حزقياه حُکم وکړو چې سوزېدونکې نذرانه دې پېش کړے شى، او چې څنګه د نذرانې پېش کېدل شروع شول، نو خلقو د مالِک خُدائ ثناء صِفت وئيل شروع کړل او موسيقارانو د بيګلو او نورو څيزونو غږول شروع کړل.</verse>
				<verse number="28">هلته چې هر څوک هم وو نو هغوئ په عبادت کښې شريک شُو او ثناء صِفت وکړو او نوره موسيقى تر هغه وخت پورې جارى وه چې ټولې نذرانې وسوزولے شوې.</verse>
				<verse number="29">بيا حزقياه بادشاه او ټول خلق ټيټ شول او د خُدائ پاک عبادت يې وکړو.</verse>
				<verse number="30">بادشاه د قوم مشرانو ليويانو ته وفرمائيل چې د مالِک خُدائ د ثناء صِفت هغه سندرې ووايئ کومې چې د داؤد او د آسف پېغمبر په ذريعه ليکلے شوې وې. نو هر يو د لوئې خوشحالۍ سره او سندرې ووئيلې هغوئ د خُدائ پاک په وړاندې په زنګنونو او ټيټ شول او د هغۀ عبادت يې وکړو.</verse>
				<verse number="31">حزقياه خلقو ته وفرمائيل، ”اوس چې تاسو پاک شوئ، نو د مالِک خُدائ کور ته قربانۍ او د شکرانې نذرانې راوړئ.“ نو خلقو خپلې قربانۍ او د شکرانې نذرانې راوړې او چا چې غوښتل نو هغوئ سوزېدونکې نذرانې هم راوړې.</verse>
				<verse number="32">هغوئ مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه اويا غوَيى، سل ګډان او دوه سوه ګډُورى راوستل،</verse>
				<verse number="33">هغوئ شپږ سوه غوَيى او درې زره ګډان هم راوستل چې د خلقو د خوړلو دپاره قربانى شى.</verse>
				<verse number="34">خو اِمامان دومره لږ وُو چې دا ټول ځناور يې نۀ شول حلالولے، نو ليويانو د کار د ختمېدو پورې د هغوئ مدد کولو تر هغه وخته پورې چې نورو اِمامانو ځانونه پاک کړل. ليويانو د ځان په پاک ساتلو کښې د اِمامانو نه زيات خيال ساتلو.</verse>
				<verse number="35">د پوره سوزېدونکو نذرانو د پېش کېدو نه علاوه، اِمامان د هغه وازګې د سوزولو هم ذمه وار وُو کومه چې د هغه نذرانو نه پېش کړے شوې وه چې خلقو خوړلې وه او هغوئ د هغه ميو د تويولو هم ذمه وار وُو چې د سوزېدونکې نذرانو سره پېش کړے شوى وُو. نو داسې د مالِک خُدائ په کور کښې عبادت بيا شروع شو.</verse>
				<verse number="36">حزقياه بادشاه او خلق خوشحاله وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغوئ مدد کړے وو چې هر څۀ زر زر وشى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="30">
				<verse number="1">نو خلقو په صحيح وخت يعنې په وړومبۍ مياشت کښې د فسحې اختر ونۀ کړو، ځکه چې ټولو اِمامانو ځانونه نۀ وُو پاک کړى او ټول خلق په يروشلم کښې نۀ وُو راغونډ شوى. نو بادشاه، د هغۀ آفسران او د يروشلم خلق دې ته راضى شول چې اختر په دوېمه مياشت کښې وکړى او بادشاه د يهوداه او اِسرائيل ټول خلق راوغوښتل. هغۀ د اِفرائيم او منسى قبيلو ته خاص اهميت ورکړو او هغوئ ته يې د دې دعوت خطونه ولېږل چې په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راشئ چې د بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ د درناوى دپاره د فسحې اختر وکړُو.</verse>
				<verse number="2"></verse>
				<verse number="3"></verse>
				<verse number="4">نو دا خبره بادشاه او نورو خلقو ته ښۀ ښکاره شوه،</verse>
				<verse number="5">نو هغوئ په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې د بيرسبع پورې ټول اِسرائيل له دعوت ورکړو، چې په يروشلم کښې په دومره لوئ شمېر کښې راغونډ شى چې مخکښې نۀ وى راغونډ شوى او د قانون په مطابق د فسحې اختر وکړى.</verse>
				<verse number="6">نو پېغام وړُونکى د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو په حُکم د دې دعوت سره ټول يهوداه او اِسرائيل ته لاړل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د اسور بادشاهانو نه بچ شوى يئ چې کله هغوئ مُلک قبضه کړے وو. نو اوس مالِک خُدائ ته راوګرځئ، کوم چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدائ پاک دے او هغه به تاسو ته راوګرځى.</verse>
				<verse number="7">د خپل پلار نيکۀ او د خپلوانو په شان مۀ جوړېږئ څوک چې د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک وفادار نۀ وُو. لکه څنګه چې تاسو ته پته ده چې هغوئ له يې سخته سزا ورکړه.</verse>
				<verse number="8">د هغوئ په شان ضدى مۀ جوړېږئ، خو د مالِک خُدائ تابعدارى کوئ. په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راځئ، کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د همېشه دپاره مقدس کړے دے او د هغۀ عبادت کوئ نو داسې به د هغۀ د سخت قهر نه خلاص شئ.</verse>
				<verse number="9">کۀ تاسو مالِک خُدائ ته راوګرځئ، نو چا چې ستاسو خپلوان اغوا کړى دى نو هغوئ به ستاسو په خپلوانو باندې رحم وکړى او هغوئ به خپلو کورونو ته بيا راولى. مالِک خُدائ، خُدائ پاک رحمان او رحيم دے او کۀ تاسو هغۀ ته راوګرځئ، نو هغه به تاسو قبول کړى.“</verse>
				<verse number="10">پېغام‌وړونکى په شمال کښې د زبولون قبيلې پورې د اِفرائيم او منسى قبيلو په علاقې کښې هر يو ښار ته لاړل، خو خلقو په هغوئ پورې خندل او ټوقې يې ورپورې کولې.</verse>
				<verse number="11">خو بيا هم د آشر، منسى او د زبولون قبيلو څۀ خلقو عاجزى ښکاره کړه او يروشلم ته لاړل.</verse>
				<verse number="12">خُدائ پاک د يهوداه خلق هم د دې دپاره متحد کړل چې د هغۀ په مرضۍ باندې روان شى او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو حُکمونه ومنى.</verse>
				<verse number="13">په دوېمه مياشت کښې د خلقو يو لوئ شمېر په يروشلم کښې راغونډ شو چې د پتيرې روټۍ اختر وکړى.</verse>
				<verse number="14">هغوئ هغه ټولې قربان‌ګاه واخستلې کومې چې په يروشلم کښې د نذرانو د پېش کولو او د خوشبويۍ د سوزولو دپاره استعمالېدلې او د قِدرون په وادۍ کښې يې وغورزولې.</verse>
				<verse number="15">او د هغه مياشتې په څوارلسمه ورځ هغوئ د فسحې اختر د قربانۍ دپاره ګډُورى حلال کړل. کوم اِمامان او ليويان چې پاک نۀ وُو نو هغوئ دومره وشرمېدل چې خپل ځانونه يې مالِک خُدائ ته وقف کړل، نو داسې هغوئ د مالِک خُدائ په کور کښې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شوې.</verse>
				<verse number="16">هغوئ د خُدائ پاک د خِدمتګار موسىٰ د شريعت په مطابق د مالِک خُدائ په کور کښې په خپلو ځايونو باندې ودرېدل. ليويانو د قربانۍ وينه اِمامانو له ورکړه، چې هغوئ دا په قربان‌ګاه باندې وشيندله.</verse>
				<verse number="17">په دغه مجمه کښې ډېر خلق په اودس کښې نۀ وُو، نو په دې وجه هغوئ د فسحې اختر ګډُورى نۀ شُو حلالولے، نو ليويانو د هغوئ دپاره حلال کړل او هغه ګډُورى يې مالِک خُدائ ته وقف کړل.</verse>
				<verse number="18">د دې نه علاوه، هغه ډېر کسان کوم چې د اِفرائيم، منسى، يساکار او زبولون د قبيلو نه راغلى وُو نو هغوئ د پاکوالى رسم نۀ وو ادا کړے، نو هغوئ په غلطه طريقه باندې د فسحې اختر کولو. حزقياه بادشاه د هغوئ دپاره دا دُعا وکړه،</verse>
				<verse number="19">”اے مالِکه خُدايه، زمونږ د پلار نيکۀ خُدايه پاکه. د خپل رحم په وجه هغه کسان معاف کړه چې هغوئ د زړۀ د اخلاصه ستا عبادت کوى، اګر چې هغوئ پاک هم نۀ دى.“</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ د حزقياه دُعا واورېدله، هغۀ هغه خلق معاف کړل او هغوئ ته يې څۀ نقصان ونۀ رسولو.</verse>
				<verse number="21">کوم خلق چې په يروشلم کښې راغونډ شوى وُو نو هغوئ د لوئې خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر کولو او ليويانو او اِمامانو هره ورځ د جذبې سره د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو.</verse>
				<verse number="22">حزقياه د ليويانو دا صِفت وکړو ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ په عبادت کښې تکړه وُو. د هغه اوو ورځو نه پس په کومو کښې چې هغوئ د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې قربانۍ پېش کړې وې، چې کوم د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے،</verse>
				<verse number="23">هغوئ ټولو دا فېصله وکړه چې اووۀ ورځې به نور اختر کوى. نو هغوئ د خوشحالۍ سره اختر وکړو.</verse>
				<verse number="24">حزقياه بادشاه يو زر غوَيى او اووۀ زره ګډان خلقو له ورکړل چې حلال يې کړى او وې خورى او آفسرانو هغوئ له يو زر نور غوَيى او لس زره ګډان ورکړل. نو داسې د ډېرو اِمامانو د پاکوالى رسم ادا شو.</verse>
				<verse number="25">نو دا ټول خوشحاله وُو، د يهوداه خلق، اِمامان، ليويان، هغه خلق چې کوم د شمالى طرف نه راغلى وُو او هغه مسافر کوم چې په اِسرائيل او يهوداه کښې پاخۀ دېره شوى وُو.</verse>
				<verse number="26">د يروشلم ښار د خوشحالۍ نه ډک وو، ځکه چې د داؤد زوئ سليمان د وخت نه پس هيڅکله هم داسې نۀ وُو شوى.</verse>
				<verse number="27">اِمامانو او ليويانو د خلقو دپاره د مالِک خُدائ برکت وغوښتلو. خُدائ پاک په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ دُعاګانې واورېدلې او قبولې يې کړې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="31">
				<verse number="1">د اختر د ختمېدو نه پس، ټول اِسرائيليان د يهوداه هر يو ښار ته لاړل، او د کاڼو ستنې يې ماتې کړې، د اشيرې بُت نښې يې راوغورزولې او قربان‌ګاه او علاقائى عبادتخانې يې تباه کړې. هغوئ په باقى ټوله يهوداه کښې، د بنيامين، اِفرائيم او منسى په علاقو کښې هم دغه شان وکړل، بيا هغوئ ټول کورونو ته راواپس شول.</verse>
				<verse number="2">حزقياه بادشاه د اِمامانو او ليويانو تنظيم هم بيا جوړ کړو، چې د هغې لاندې هر يو خپلې خاص ذمه وارۍ لرلې. په دې کښې د سوزېدونکو نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو پېش کول، او د مالِک خُدائ د کور په دروازو کښې ثناء صِفت کول او شُکر ادا کول هم شامل وُو.</verse>
				<verse number="3">هر سحر او هر ماښام به هغۀ د خپلو رَمو او څاروو نه د سوزېدونکې نذرانو دپاره ځناور ورکول او دا ځناور به د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اختر کښې او چې په نورو اخترونو کښې پېش کېدل، کوم چې د مالِک خُدائ په قانون کښې ليکلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="4">د دې نه علاوه، بادشاه د يروشلم خلقو ته وفرمائيل چې هغه نذرانې راوړى چې دا اِمامانو او ليويانو حق جوړېدو، نو چې داسې هغوئ هر وخت د مالِک خُدائ قانون ته وقف وى.</verse>
				<verse number="5">چې اِسرائيليانو څنګه دا حُکم واورېدو نو هغوئ د خپلو وړومبو غلو، ميو، د زيتُونو تېلو، شاتو او د نور پېداوار تُحفې راوړې او چې هغوئ څۀ هم لرل د هغې لسمه برخه يې هم راوړه.</verse>
				<verse number="6">کوم خلق چې د يهوداه په ښارونو کښې اوسېدل نو هغوئ ټولو د خپلو څاروو او ګډو، لسمه حِصه راوړه او هغوئ ډېرې زياتې تُحفې هم راوړې، چې هغه يې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته وقف کړې.</verse>
				<verse number="7">په درېمه مياشت کښې د تُحفو راتلل شروع شول او تر ورپسې څلورو مياشتو پورې د دې نه ډېرى جوړېدل شروع وُو.</verse>
				<verse number="8">کله چې حزقياه بادشاه او د هغۀ آفسران راغلل او دا لوئ ډېرى يې وليدل، نو هغوئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړو او د خپلو اِسرائيليانو صِفت يې هم وکړو.</verse>
				<verse number="9">بادشاه د اِمامانو او ليويانو سره د دې تُحفو په حقله خبره وکړه،</verse>
				<verse number="10">او د صدوق د اولاد يو کس، مشر اِمام عزرياه هغۀ ته ووئيل، ”خلقو خپلې تُحفې د مالِک خُدائ کور ته راوړل شروع کړى دى، نو په دې وجه دا د خوراک دپاره کافى دى او د دې نه علاوه دا ډېر زيات هم دى. دا هر څۀ مونږ سره ځکه زيات پاتې شوى دى چې مالِک خُدائ خپلو خلقو له برکت ورکړے دے.“</verse>
				<verse number="11">د بادشاه په حُکم هغوئ د مالِک خُدائ په کور کښې ګودامونه جوړ کړل</verse>
				<verse number="12">او ټولې تُحفې او لسمې حِصې يې د امانت په توګه کېښودې. هغوئ يو ليوى مشر مقرر کړو چې نوم يې کنعنياه وو او د هغۀ ورور سِمعى يې د هغۀ مددګار جوړ کړو.</verse>
				<verse number="13">دې لسو ليويانو ته د هغوئ د اختيار لاندې کار کول حواله شوے وو: يحى‌ايل، عززياه، نحت، عساهيل، يريموت، يوزبد، اِلى‌ايل، اِسماکياه، محت، او بناياه. دا هر څۀ د حزقياه بادشاه او د مشر اِمام عزرياه د اختيار لاندې شوى وُو.</verse>
				<verse number="14">يو ليوى، د يمنه زوئ قورې څوک چې د مالِک خُدائ د کور د نمرخاتۀ طرف ته دروازې مشر څوکيدار وو، هغه د هغه تُحفو د وصولولو او د تقسيمولو مشر وو چې کومې مالِک خُدائ ته پېش کېدلې.</verse>
				<verse number="15">په هغه نورو ښارونو کښې چې چرته اِمامان اوسېدل، په دې کار کښې په وفادارۍ سره دې ليويانو د هغۀ مدد کولو: عدن، مينامين، يشوَع، سمعياه، امرياه او سکانياه. هغوئ په خپلو ليويانو باندې خوراک په وړو او غټو يو شان تقسيمولو هم هغه شان چې څنګه د هغوئ ذمه وارى وه،</verse>
				<verse number="16">خو دا تقسيم د ډلو په مطابق نۀ وو. هغوئ هغه ټولو سړو له يوه برخه ورکوله چې د هغوئ عُمر درې کاله يا د دې نه زيات وو د کومو چې د خپلو عُهدو په مطابق د مالِک خُدائ په کور کښې د هرې ورځې ذمه وارۍ لرلې.</verse>
				<verse number="17">اِمامانو ته د ډلو په مطابق ذمه وارۍ حواله شوې وې او هغه ليويانو ته د کار د ډلو په مطابق ذمه وارۍ حواله شوې وې چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.</verse>
				<verse number="18">د خپلو ښځو، بچو او خپلو نورو کشرانو سره د هغوئ ټولو نومونه ليکلے شوى وُو، ځکه چې هغوئ ته وئيلى شوى وُو چې هغوئ دې د خپلو مقدسو ذمه وارو ادا کولو دپاره هر وخت تيار اوسيږى.</verse>
				<verse number="19">کوم اِمامان چې په هغه ښارونو کښې اوسېدل چې د هارون اولاد ته حواله شوى وُو، يا چې د څرن په هغه زمکو کښې اوسېدل چې د دې ښارونو وې، نو هلته يو څو ذمه وار سړى داسې وُو چې هغوئ به د اِمامانو په کورَنو کښې په ټولو ناريناؤ باندې خوراک تقسيمولو او په هغه هر چا باندې يې هم خوراک تقسيمولو چې د چا نومونه د ليويانو په ډلو کښې ليکلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="20">په ټوله يهوداه کښې، حزقياه بادشاه هغه څۀ کول چې څۀ صحيح وُو او چې په څۀ باندې مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک رضا کېدو.</verse>
				<verse number="21">هغۀ د مالِک خُدائ د کور دپاره او د شريعت منلو دپاره چې هر څۀ هم کړى وُو، دا يې د زړۀ د اخلاصه کړى وُو او د خُدائ پاک طلبګار وو نو په دې وجه هغه کامياب وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="32">
				<verse number="1">د دې واقعو نه پس، چې په کومو کښې حزقياه بادشاه په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ خِدمت کړے وو، د اسور بادشاه سينحرب په يهوداه حمله وکړه. هغۀ د پَخو دېوالونو ښارونه محاصره کړل او خپل لښکر له يې حُکم ورکړو چې دېوالونه راوغورزوى.</verse>
				<verse number="2">کله چې حزقياه ته پته ولګېده چې سينحرب په يروشلم د حملې کولو اراده لرى،</verse>
				<verse number="3">نو هغۀ او د هغۀ آفسرانو دا فېصله وکړه چې د ښار نه بهر د اوبو لاره بنده کړى دا د دې دپاره چې کله اسوريان يروشلم ته نزدې شى نو هغوئ ته به اوبۀ نۀ ملاويږى. آفسرانو ډېر خلق روان کړل او ټولې چينې يې بندې کړې، نو داسې د چينو نه نورې اوبۀ نۀ بهېدلې.</verse>
				<verse number="4"></verse>
				<verse number="5">بادشاه د ښار دِفاع داسې مضبوطه کړه چې د دې دېوال يې مرمت کړل، په دې باندې يې برجونه جوړ کړل او بهرنى دېوال يې ورله جوړ کړو. د دې نه علاوه، هغۀ د دِفاع هغه ځايونه هم مرمت کړل چې په هغه زمکه باندې جوړ وُو چې د يروشلم د زړې برخې نمرخاتۀ طرف ته ډک کړے شوى وُو. هغۀ ډېره زياته وسله او ډالونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="6">هغۀ په خلقو باندې فوجى آفسران مقرر کړل او هغوئ له يې حُکم ورکړو چې د ښار د دروازې سره په کولاو ځائ کښې راغونډ شئ. هغۀ ورته ووئيل،</verse>
				<verse number="7">”تکړه شئ او حوصله مضبوطه کړئ او د اسور بادشاه نه او د هغه لښکر نه مۀ يرېږئ چې هغۀ راروان کړے دے. کوم ذات چې زمونږ مل دے نو هغه د هغۀ نه زيات طاقتور دے.</verse>
				<verse number="8">د هغۀ سره انسانى طاقت دے، خو مونږ سره د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک شته چې زمونږ مدد وکړى او زمونږ جنګونه وکړى.“ د خلقو د خپل بادشاه په دې خبره باندې حوصله مضبوطه شوه.</verse>
				<verse number="9">څۀ موده وروستو، کله چې سينحرب او د هغۀ لښکر تر اوسه پورې په لکيس کښې وو، نو هغۀ حزقياه او د يهوداه هغه خلقو ته چې د هغۀ سره په يروشلم کښې وُو دا پېغام ورولېږلو،</verse>
				<verse number="10">”زۀ د اسور بادشاه سينحرب دا وايم چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى چې تاسو به د يروشلم محاصرې ته ټينګ شئ؟</verse>
				<verse number="11">حزقياه تاسو ته وائى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو زمونږ د طاقت نه بچ کړى، خو حزقياه تاسو دوکه کوى او دې ته به مو جوړوى چې د لوږې او تندې نه مړۀ شئ.</verse>
				<verse number="12">دا هغه کس دے چا چې د مالِک خُدائ علاقائى عبادتخانې او قربان‌ګاه تباه کړى دى او بيا يې د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووئيل چې صِرف په يوه قربان‌ګاه باندې عبادت وکړئ او خوشبويۍ سوزوئ.</verse>
				<verse number="13">تاسو ته پته نشته څۀ چې ما او زما پلار نيکۀ د نورو قومونو په خلقو باندې څۀ کړى دى؟ د بل يو قوم معبودانو خپل خلق د اسور بادشاه نه بچ کړى دى څۀ؟</verse>
				<verse number="14">د هغه ټولو مُلکونو يو خُدائ کله هم خپل مُلک زمونږ نه بچ کړے دے څۀ؟ نو بيا تاسو ولې وايئ چې ستاسو خُدائ تاسو بچ کولے شى؟</verse>
				<verse number="15">نو حزقياه دې ته مۀ پرېږدئ چې دوکه مو کړى يا چې په داسې غلطه لار مو بوځى. په هغۀ باندې اعتبار مۀ کوئ. د يو قوم خُدائ هم خپل خلق د اسور د يو بادشاه نه نۀ دى بچ کړى. نو بې‌شکه ستاسو دا خُدائ هم تاسو نۀ شى بچ کولے.“</verse>
				<verse number="16">د اسور آفسرانو د مالِک خُدائ، خُدائ پاک او د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى حزقياه په حقله د دې نه هم زيات بدرد ووئيل.</verse>
				<verse number="17">بادشاه چې کوم خط ليکلے وو دې خط په مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک پورې ټوقې وکړې. په دې کښې ليکلى وُو، ”د قومونو خُدايانو خپل خلق زما د طاقت نه نۀ دى بچ کړى او نۀ به د حزقياه خُدائ خپل خلق زما نه بچ کړى.“</verse>
				<verse number="18">آفسرانو په عبرانۍ کښې د دې دپاره چغې ووهلې چې د يروشلم هغه خلق ويروى او بې‌حوصلې يې کړى کوم چې د ښار په دېوال باندې وُو، نو داسې د ښار قبضه کول به آسان شى.</verse>
				<verse number="19">هغوئ د يروشلم د خُدائ پاک په حقله هم هغه شان خبرې وکړې چې د نورو خلقو د خُدايانو په حقله يې کولې، د هغه بُتانو چې د انسان لاسونو جوړ کړى وُو.</verse>
				<verse number="20">حزقياه بادشاه او د آموص زوئ يشعياه پېغمبر خُدائ پاک ته سوال وکړو او هغۀ ته يې د مدد دپاره فرياد وکړو.</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ يوه فرښته راولېږله چې هغې د اسور د لښکر فوجيان او آفسران ووژل. نو داسې بادشاه اسور ته واپس شرمېدلے لاړو. يوه ورځ چې کله هغه د خپل خُدائ په عبادتخانه کښې وو، نو د هغۀ يو څو زامنو هغه په تُورو باندې ووهلو او مړ يې کړو.</verse>
				<verse number="22">نو داسې مالِک خُدائ حزقياه بادشاه او د يروشلم خلق د اسور بادشاه سينحرب د زور نه او د هغوئ د نورو دشمنانو نه بچ کړل. او هغوئ د هر يو قوم سره په امن کښې ژوند تېرولو.</verse>
				<verse number="23">ډېر خلق يروشلم ته راتلل، چې مالِک خُدائ له يې نذرانې او حزقياه له يې تُحفې راوړې، نو د هغه وخت نه حزقياه د ټولو قومونو په نظر کښې عزتمند وو.</verse>
				<verse number="24">تقريباً هم هغه وخت حزقياه بادشاه بيمار شو او مرګ ته نزدې وو. هغۀ دُعا وکړه او مالِک خُدائ ورته يوه نښه وښودله چې هغه به روغ شى.</verse>
				<verse number="25">خو حزقياه ډېر زيات مغروره وو او د هغه څۀ شکريه يې ادا نۀ کړه چې مالِک خُدائ د هغۀ دپاره کړى وُو، نو په دې وجه د مالِک خُدائ غصه په هغۀ، په يهوداه او يروشلم نازله شوه.</verse>
				<verse number="26">خو په آخر کښې حزقياه او د يروشلم خلقو خپل ځانونه عاجز کړل، نو ځکه مالِک خُدائ د حزقياه په ژوند کښې خلقو له سزا ورنۀ کړه.</verse>
				<verse number="27">حزقياه بادشاه ډېر مالداره شو او هر چا به د هغۀ عزت کولو. هغۀ د خپلو سرو زرو، سپينو زرو، قيمتى کاڼو، مصالحو، ډالونو او د نورو قيمتى څيزونو دپاره ګودامونه جوړ کړى وُو.</verse>
				<verse number="28">د دې نه علاوه، هغۀ د خپلې غلې، ميو، زيتُونو تېلو دپاره ګودامونه، د څاروو دپاره ديرې او د ګډو دپاره شپولونه جوړ کړى وُو.</verse>
				<verse number="29">د دې هر څۀ نه علاوه، خُدائ پاک هغۀ له ګډې او څاروى ورکړى وُو او نور دولت يې دومره ډېر ورکړے وو چې هغۀ ډېر ښارونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="30">دا حزقياه بادشاه وو چې هغۀ د جيحون د چينو خولې بندې کړې او اوبو له يې يوه لار جوړه کړه چې اوبۀ د يو سورنګ په ذريعه د يروشلم په دېوالونو کښې دننه يو ځائ ته بهيږى. حزقياه چې هر کار کولو نو په هغې کښې کاميابېدو،</verse>
				<verse number="31">او چې کله د بابل سفير د هغه عجيبه واقعې د معلومولو دپاره راغلو چې کومه په هغه مُلک کښې شوې وه، نو خُدائ پاک حزقياه د دې دپاره يواځې پرېښودو چې د هغۀ نېت معلوم کړى.</verse>
				<verse number="32">حزقياه بادشاه چې نور هر څۀ کړى وُو سره د هغۀ د نېکو عملونو، دا د آموص زوئ يشعياه پېغمبر په رويا کښې ليکلے شوى دى چې هغه د يهوداه او اِسرائيل د بادشاهانو د تاريخ يوه حِصه ده.</verse>
				<verse number="33">نو حزقياه مړ شو او هغه د شاهى اديرې په پاسنۍ حِصه کښې ښخ شو. د هغۀ په مرګ باندې د يهوداه او يروشلم ټولو خلقو هغۀ له يو لوئ عزت ورکړو. د هغۀ زوئ منسى د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="33">
				<verse number="1">منسى دولس کلن وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او په يروشلم يې پينځۀ پنځوس کاله بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="2">منسى د هغه قومونو هغه حرام کارونه کول کوم چې د مالِک خُدائ په نظر کښې بد وُو. دا هم هغه خلق وُو کوم چې مالِک خُدائ په هغه وخت کښې د هغه مُلک نه ويستلى وُو چې کله د هغۀ خلق مخ په وړاندې تلل.</verse>
				<verse number="3">هغۀ علاقائى عبادتخانې بيا جوړې کړې چې کوم د هغۀ پلار حزقياه تباه کړى وُو. هغۀ د بعل د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړې کړې، د اشيرې بُت نښې يې جوړې کړې او د ستورو عبادت يې وکړو.</verse>
				<verse number="4">هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د غېرو قومونو قربان‌ګاه جوړې کړې، د کوم ځائ په حقله چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې، ”زما نوم به په يروشلم کښې د همېشه دپاره پاتې شى.“</verse>
				<verse number="5">د مالِک خُدائ د کور په دوو دربارونو کښې هغۀ د ستورو د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړې کړې.</verse>
				<verse number="6">هغۀ د هنوم په وادۍ کښې خپل زامن د سوزېدونکې نذرانو په توګه قربانى کړل. هغۀ د غېبو کارونو او جادو نه کار اخستلو او قسمت ښودونکو او د فالګرو سره يې مشورې وکړې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.</verse>
				<verse number="7">هغۀ چې کوم بُت جوړ کړے وو هغه يې واخستلو او د خُدائ پاک په کور کښې يې ودرولو چې د کوم په حقله خُدائ پاک داؤد او د هغۀ زوئ سليمان ته فرمائيلى وُو، ”په دې کور کښې او په يروشلم کښې به زۀ خپل نوم د همېشه دپاره وساتم کوم ښار چې ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه خوښ کړے دے.</verse>
				<verse number="8">کۀ بنى اِسرائيليان زما ټول حُکمونه منى او هغه ټول قانون پوره کوى چې زما خِدمت کوونکى موسىٰ هغوئ له ورکړے دے، نو زۀ به هغوئ نۀ پرېږدم چې د هغه مُلک نه وويستلے شى چې کوم ما د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے دے.“</verse>
				<verse number="9">خو منسى د يهوداه او يروشلم خلق بې‌لارې کړل او هغوئ د هغه قومونو نه هم لوئې ګناهونه وکړل کوم چې مالِک خُدائ تباه کړى وُو کله چې بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل.</verse>
				<verse number="10">اګر چې مالِک خُدائ منسى او د هغۀ خلقو له خبردارے ورکړو، خو هغوئ به ورته غوږ نۀ نيولو.</verse>
				<verse number="11">نو مالِک خُدائ د اسور فوجى مشران ولېږل چې په يهوداه باندې حمله وکړى. او هغوئ منسى ونيولو، کُنډې يې ورته واچولې او په زنځيرونو باندې يې وتړلو او بابل ته يې بوتلو.</verse>
				<verse number="12">هغه د خپلو مصيبتونو په وجه عاجز شو او مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته راوګرځېدو او هغۀ ته يې د مدد دپاره سوال وکړو.</verse>
				<verse number="13">خُدائ پاک د منسى سوال واورېدو او قبول يې کړو او هغه يې ولېږلو چې يروشلم ته واپس لاړ شى او بيا حکومت وکړى. نو منسى ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ په رښتيا خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="14">د دې نه پس، منسى د داؤد ښار د بهرنى دېوال اوچتوالے زيات کړو، د نمرپرېواتۀ په طرف په وادۍ کښې د جيحون د چشمې نه د کبانو دروازې پورې او هم دغه دېوال د عوفل د غر نه هم راتاو وو. هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په هر يو ښار کښې يو يو فوجى آفسر مقرر کړو.</verse>
				<verse number="15">هغۀ د مالِک خُدائ د کور نه هغه پردى بُتان او نښې لرې کړې کومې چې هغۀ هلته اېښې وې او هغۀ د غېرو قومونو هغه قربان‌ګاه لرې کړې کومې چې د مالِک خُدائ د کور په غرۀ او په يروشلم کښې په نورو ځايونو کښې وې، هغۀ دا ټول څيزونه د ښار نه بهر يوړل او وې غورزول.</verse>
				<verse number="16">هغۀ هغه قربان‌ګاه هم مرمت کړه چرته چې د مالِک خُدائ عبادت کېدو او چې هغۀ ورباندې د سلامتۍ نذرانې او د شکرانې نذرانې پېش کولې. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت وکړى.</verse>
				<verse number="17">اګر چې خلقو په علاقائى عبادتخانو کښې هم قربانۍ پېش کولې، خو هغوئ دا صِرف مالِک خُدائ ته پېش کولې.</verse>
				<verse number="18">نور هر څۀ چې منسى کړى وُو، هغۀ چې خُدائ پاک ته کوم سوال کړے وو او د پېغمبرانو هغه پېغامونه چې هغوئ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په نوم د هغۀ سره خبرې وکړې، دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="19">د بادشاه دُعا او د خُدائ پاک د دُعا قبلول او د هغۀ د توبې نه مخکښې د هغه ګناهونو حِساب کِتاب چې هغۀ کړى وُو، هغه بد عملونه چې هغۀ کړى وُو، علاقائى عبادتخانې او د اشيرې بُت کومې نښې چې هغۀ جوړې کړې وې او هغه بُتان چې هغۀ يې عبادت کولو، دا هر څۀ د پېغمبرانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="20">منسى مړ شو او په محل کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ امون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="21">امون دوويشت کلن وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ په يروشلم باندې دوه کاله حکومت وکړو.</verse>
				<verse number="22">د خپل پلار منسى په شان هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او چې د هغۀ پلار د کومو بُتانو عبادت کړے وو نو هغۀ يې هم عبادت وکړو.</verse>
				<verse number="23">خو هغه د خپل پلار په شان عاجز نۀ شو او نۀ مالِک خُدائ ته راوګرځېدو، هغه د خپل پلار نه هم زيات ګناهګار شو.</verse>
				<verse number="24">د امون آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په محل کښې يې ووژلو.</verse>
				<verse number="25">د يهوداه خلقو د امون قاتِلان ووژل او د هغۀ زوئ يوسياه يې بادشاه جوړ کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="34">
				<verse number="1">يوسياه اتۀ کلن وو چې هغه بادشاه جوړ شو او يو دېرش کاله يې په يروشلم بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="2">هغۀ هم هغه کار کولو چې په څۀ باندې مالِک خُدائ خوشحالېدو، هغه د خپل پلار نيکۀ داؤد په نقش قدم باندې روان وو او هغه د خُدائ پاک د قانون نه اخوا دېخوا نۀ اوړېدو.</verse>
				<verse number="3">د يوسياه د بادشاهۍ په اتم کال، چې په کوم وخت کښې هغه لا وړوکے وو، نو هغۀ د خپل پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک عبادت شروع کړو. څلور کاله وروستو هغۀ علاقائى عبادتخانې، د اشيرې بُت نښې او د نورو ټولو بُتانو تباه کول شروع کړل.</verse>
				<verse number="4">د هغۀ د ښودنې لاندې هغه قربان‌ګاه ټوټې ټوټې کړے شوه چرته چې د بعل عبادت کېدو او د دې سره نزدې د خوشبويۍ قربان‌ګاه راوغورزولے شوې. هغوئ د اشيرې بُتانو او د نورو ټولو بُتانو نه خاورې جوړې کړې او هغه خاورې يې د هغه خلقو په قبرونو باندې وشيندلې چا چې دې ته قربانۍ پېش کړې وې.</verse>
				<verse number="5">هغۀ د بُت پرستو اِمامانو هډُوکى په هغه قربان‌ګاه باندې وسوزول چرته چې هغوئ عبادت کړے وو. د دې هر څۀ کولو په وجه هغۀ يهوداه او يروشلم بيا پاک کړل.</verse>
				<verse number="6">هغۀ په ښارونو کښې او د منسى، اِفرائيم او شمعون او په شمال کښې د نفتالى پورې هم دغه شان کار وکړو.</verse>
				<verse number="7">د شمالى بادشاهۍ په ټوله علاقه کښې هغۀ قربان‌ګاه او د اشيرې بُت نښې ټوټې ټوټې کړې او بُتان يې خاورې کړل او د خوشبويۍ ټولې قربان‌ګاه يې ټوټې ټوټې کړې. بيا هغه يروشلم ته راواپس شو.</verse>
				<verse number="8">د هغۀ د بادشاهۍ په اتلسم کال، د هغې نه پس چې کله هغۀ د غېرو قومونو د عبادت نه مالِک خُدائ کور او هغه مُلک پاک کړے وو، نو يوسياه بادشاه دا درې سړى ولېږل چې د مالِک خُدائ، خُدائ پاک کور مرمت کړى، د اصلياه زوئ سافن، معسياه، چې د يروشلم حکمران وو او د يهوآخز زوئ يوآخ چې مشر آفسر وو.</verse>
				<verse number="9">کومې پېسې چې ليوى خادمانو د مالِک خُدائ کور کښې راغونډې کړې وې هغه يې مشر اِمام خِلقياه له ورکړې. دا د اِفرائيم او منسى او د شمالى ټولې بادشاهۍ نه او د يهوداه، بنيامين او د يروشلم د خلقو نه راغونډې شوې وې.</verse>
				<verse number="10">بيا دا پېسې هغه درېو سړو ته حواله شوې چې د مالِک خُدائ د کور د مرمت مشران وُو او هغوئ دا پېسې دې مزدورانو له ورکړې</verse>
				<verse number="11">يعنې ترکاڼانو او ګِلکارانو له چې جوړ شوى کاڼى او لرګى واخلى او د هغه عمارت په مرمت کښې استعمال شى چې د يهوداه بادشاهانو پرېښے وو چې خراب شى.</verse>
				<verse number="12">کومو خلقو چې دا کار کولو هغه ټول محنتى وُو. د هغوئ مشرى دې څلورو ليويانو کوله، د مرارى د قبيلې يحت او عبدياه او د قُهات د قبيلې زکرياه او مسلام. ليويان تکړه موسيقاران وُو.</verse>
				<verse number="13">نور ليويان د سامان د وړلو راوړلو او د مختلفو کارونو د کاريګرو مشران وُو او نورو به حِساب کِتاب ساتلو او څوکيدارى به يې کوله.</verse>
				<verse number="14">کله چې د ګودام نه پېسې ويستلے شوې نو په دې دوران کښې خِلقياه د مالِک خُدائ د شريعت کِتاب وموندلو، هغه شريعت چې خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو.</verse>
				<verse number="15">هغۀ سافن منشى ته وفرمائيل، ”ما دلته د مالِک خُدائ په کور کښې د شريعت کِتاب موندلے دے.“ هغۀ سافن له کِتاب ورکړو،</verse>
				<verse number="16">او سافن هغه کِتاب بادشاه له يوړو. سافن ورته ووئيل، ”تا چې د څۀ حُکم کړے وو نو مونږ هغه هر څۀ کړى دى.</verse>
				<verse number="17">کومې پېسې چې د مالِک خُدائ په کور کښې اېښودے شوې وې مونږ هغه کاريګرانو او د هغوئ مشرانو ته حواله کړې دى.“</verse>
				<verse number="18">بيا هغۀ ووئيل، ”هغه کِتاب دلته ما سره دے چې خِلقياه ما له راکړے دے.“ او هغۀ بادشاه ته د دې تلاوت وکړو.</verse>
				<verse number="19">کله چې بادشاه هغه کِتاب واورېدو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې.</verse>
				<verse number="20">او هغۀ خِلقياه، د سافن زوئ اخيقام، د ميکاياه زوئ عبدون، د دربار منشى سافن او د بادشاه مدد کوونکى عساياه له دا حُکم ورکړو،</verse>
				<verse number="21">”لاړ شئ او د مالِک خُدائ سره زما او د هغه خلقو دپاره مشوره وکړئ چې هغوئ بيا هم په اِسرائيل او يهوداه کښې پاتې کيږى. د دې کِتاب تعليمات معلوم کړئ. مالِک خُدائ مونږ ته غصه دے ځکه چې زمونږ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ کلام نۀ دے منلے او هغه کار يې نۀ دے کړے چې د کوم په حقله دا کِتاب فرمائى چې خامخا دې وکړے شى.“</verse>
				<verse number="22">د بادشاه په حُکم، خِلقياه او نور لاړل چې د يوې ښځې سره مشوره وکړى چې نوم يې خُلده وو، دا پېغمبره د يروشلم په نوې حِصه کښې اوسېده. د هغې خاوند سلوم، د توقهت زوئ او د خسره نمسے وو، سلوم د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو. چې څۀ شوى وُو نو هغوئ ورته هغه بيان وکړو،</verse>
				<verse number="23">او هغې ورته ووئيل چې واپس بادشاه له لاړ شئ او ورته ووايئ</verse>
				<verse number="24">چې د مالِک خُدائ نه دا پېغام راغلے دے، ”زۀ به په يروشلم او د دې په ټولو خلقو افت راولم چې په کښې به هغه ټول لعنتونه وى چې په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى کوم چې بادشاه ته بيان شو.</verse>
				<verse number="25">هغوئ زۀ رد کړے يم او نورو معبودانو ته يې نذرانې پېش کړې دى او دوئ چې دا هر څۀ کړى دى د هغې په وجه يې زما غصه راپارولې ده. زما غصه د يروشلم خِلاف راوچته شوې ده او دا به کمه نۀ شى.“</verse>
				<verse number="26">خو د يهوداه هغه بادشاه له واپس ورشه چا چې د مالِک خُدائ سره د مشورې دپاره رالېږلے يې او هغۀ ته ووايه چې، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د هغه پېغام په حقله داسې فرمائى چې تا اوس اوس واورېدو،</verse>
				<verse number="27">نو تۀ پښېمانه شوې او د خُدائ پاک په حضور کښې دې خپل ځان عاجز کړو، کله چې تا واورېدل چې هغۀ د دې ځائ او خلقو خلاف خبرې وکړې. کله چې تا خپل ځان زما د وړاندې عاجز کړو او خپلې جامې دې وشلولې او زما په حضور کښې وژړل، نو ما ستا دعا واورېدله، مالِک خُدائ فرمائى،</verse>
				<verse number="28">او زۀ چې يروشلم له کومه سزا ورکوم هغه به تر هغه وخت پورې نۀ راځى چې ترڅو تۀ مړ شوے نۀ يې. او زۀ به تا پرېږدم چې په سلامتۍ سره مړ شې.“ نو هغه سړى د دې پېغام سره يوسياه بادشاه ته راواپس شول.</verse>
				<verse number="29">يوسياه بادشاه د يهوداه او يروشلم ټول مشران راغونډ کړل،</verse>
				<verse number="30">او هغوئ په يو ځائ د مالِک خُدائ کور ته لاړل، چې اِمامان او ليويان او ټول خلق، مالداره او غريبانان په کښې شامل وُو. بادشاه د هغوئ ټولو په مخکښې د لوظ د هغه کِتاب تلاوت وکړو، کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې موندلے شوے وو.</verse>
				<verse number="31">هغه د شاهى ستنې سره ولاړ وو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ قانون او حُکمونه به منى او هغه مطالبې به پوره کوى کومې چې د دې لوظ سره تړلې دى، هم هغه شان چې څنګه په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="32">هغۀ د بنيامين خلق او د يروشلم خلق هم هغه لوظ ته مجبور کړل. نو د يروشلم خلقو د لوظ هغه مطالبې ومنلې کوم لوظ چې هغوئ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک سره کړے وو.</verse>
				<verse number="33">نو يوسياه بادشاه هغه ټول حرام کاره بُتان تباه کړل کوم چې د اِسرائيل په علاقه کښې وُو او چې ترڅو پورې هغه ژوندے وو، نو هغوئ د مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک نه نۀ اوړېدل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="35">
				<verse number="1">يوسياه بادشاه په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د درناوى دپاره د فسحې اختر وکړو، د وړومبۍ مياشتې په څوارلسمه ورځ هغوئ د اختر دپاره ګډُورى حلال کړل.</verse>
				<verse number="2">هغۀ اِمامانو ته هغه ذمه وارۍ حواله کړې کومې چې هغوئ د مالِک خُدائ په کور کښې کولې او د هغوئ حوصله افزائى يې وکړه چې دا په ښۀ طريقه کوى.</verse>
				<verse number="3">هغۀ د بنى اِسرائيلو اُستاذانو يعنې هغه ليويانو ته هم دا اصُول وښودل، چې هغوئ مالِک خُدائ ته وقف شوى وُو، ”د لوظ صندوق د مالِک خُدائ په هغه کور کښې کېږدئ کوم چې د داؤد زوئ سليمان بادشاه جوړ کړے دے. تاسو به نور دا يو ځائ نه بل ځائ ته نۀ وړۍ، خو تاسو به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک او د هغۀ د خلقو بنى اِسرائيلو خِدمت کوئ.</verse>
				<verse number="4">د ډلو په مطابق او د هغه ذمه وارو په مطابق په خپلو ځايونو باندې تيار ودرېږئ، کومې چې درته داؤد بادشاه او د هغۀ زوئ سليمان بادشاه حواله کړى دى،</verse>
				<verse number="5">او خپلو ځانونو له داسې ترتيب ورکړئ چې تاسو موجود يئ نو چې د بنى اِسرائيلو د هر خاندان مدد وکړئ.</verse>
				<verse number="6">تاسو به د فسحې د اختر ګډُورى او چېلى حلال کړئ. اوس خپل ځانونه پاک کړئ او د دې دپاره قربانۍ تيارې کړئ چې ستاسو بنى اِسرائيليان هغه اصُول ومنى کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه ښودلى دى.“</verse>
				<verse number="7">د فسحې د اختر دپاره يوسياه بادشاه خلقو له د خپلو څاروو او رَمو نه دېرش زره ګډان، ګډُورى او د چېلو بچى او درې زره غوَيى ورکړل.</verse>
				<verse number="8">د هغۀ آفسرانو په خپله خوښه خلقو، اِمامانو او د ليويانو د استعمال دپاره هم ځناور ورکړل. او د مالِک خُدائ د کور مشرانو آفسرانو، مشر اِمام خِلقياه، زکرياه او يحى‌ايل اِمامانو له دوه زره او شپږ سوه ګډُورى او د چېلو بچى او درې سوه غوَيى ورکړل چې په اختر کښې قربانى شى.</verse>
				<verse number="9">د ليويانو مشرانو، کنعنياه، او د هغۀ وروڼه سمعياه او نتنى‌ايل، او ورسره حسبياه، يعى‌ايل او يوزبد پينځۀ زره ګډُورى او د چېلو بچى او پينځۀ سوه غوَيى ليويانو له ورکړل چې د فسحې په اختر کښې يې قربانى کړى.</verse>
				<verse number="10">کله چې د فسحې اختر دپاره هر څۀ تيار شول، نو اِمامان او ليويان د بادشاه د حُکم په مطابق په خپلو ځايونو ودرېدل.</verse>
				<verse number="11">کله چې ګډُورى او چېلى حلال کړے شول، نو اِمامانو په قربان‌ګاه باندې وينه وشيندله او ليويانو د هغې نه څرمنې وويستلې.</verse>
				<verse number="12">بيا هغوئ څاروى د سوزېدونکې نذرانې دپاره د کورَنو د ډلو په مطابق په خلقو باندې تقسيم کړل، نو هغوئ دا د موسىٰ د شريعت د اصُولو په مطابق پېش کړل.</verse>
				<verse number="13">ليويانو د اصُولو په مطابق د فسحې اختر قربانۍ په اور وريتې کړې او مقدسې نذرانې يې په لوښو کښې، دېګونو او پَتيلو کښې ويشولې او غوښه يې زر زر په خلقو باندې تقسيم کړه.</verse>
				<verse number="14">د دې کېدو نه پس، ليويانو د خپل ځان دپاره او د هارون د اولاد اِمامانو دپاره د غوښې بندوبست وکړو، ځکه چې اِمامان د سحر نه واخله تر ماښام پورې مصروف وُو او د قربانو وازګه او هغه څاروى يې سوزول چې په پوره توګه سوزولے شول.</verse>
				<verse number="15">د ليوى قبيلې د آسف د قبيلې دا موسيقاران په هغه ځايونو کښې وُو کوم چې هغوئ ته د داؤد د اصُولو په مطابق حواله شوى وُو، آسف، هيمان او د بادشاه پېغمبر يدوتون. د مالِک خُدائ د کور د دروازو څوکيدارانو ته د خپلو ځايونو نه د تلو ضرورت نۀ وو، ځکه چې نورو ليويانو د هغوئ دپاره د فسحې اختر تيار کړے وو.</verse>
				<verse number="16">څنګه چې يوسياه بادشاه حُکم کړے وو نو په هغه ورځ د مالِک خُدائ د عبادت دپاره او د فسحې اختر کولو دپاره او په قربان‌ګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې سوزولو دپاره هر څۀ شوى وُو.</verse>
				<verse number="17">کوم بنى اِسرائيليان چې موجود وُو نو هغه ټولو اووۀ ورځې د فسحې اختر او د پتيرې روټۍ اختر وکړو.</verse>
				<verse number="18">د سموئيل پېغمبر د وخت نه د فسحې اختر دغه شان نۀ وو شوے. په پخوانو بادشاهانو کښې يو کس کله هم د فسحې داسې اختر نۀ وو کړے، چې کوم يوسياه بادشاه، اِمامانو، ليويانو او د يهوداه، اِسرائيل او د يروشلم خلقو وکړو.</verse>
				<verse number="19">د يوسياه د بادشاهۍ په اتلسم کال داسې وشول.</verse>
				<verse number="20">کله چې يوسياه بادشاه د مالِک خُدائ کور دپاره دا هر څۀ وکړل، نو د مِصر بادشاه نِکوه يو لښکر روان کړو چې د فرات په سيند په کرکميس کښې جنګ وکړى. او يوسياه د هغۀ خِلاف د جنګ کولو دپاره راووتلو،</verse>
				<verse number="21">خو نِکوه يوسياه له دا پېغام ولېږلو، ”د يهوداه بادشاه دا جنګ چې زۀ کوم د دې تعلق تا سره نشته. زۀ تا سره جنګ کولو دپاره نۀ يم راغلے، زۀ د خپلو دشمنانو سره د جنګ کولو دپاره راغلے يم او خُدائ پاک راته فرمائيلى دى چې تېز لاړ شه. خُدائ پاک زما مل دے، نو زما مخالفت مۀ کوه، ګنې هغه به تا تباه کړى.“</verse>
				<verse number="22">خو خُدائ پاک چې د نِکوه فِرعون په ذريعه څۀ وفرمائيل نو يوسياه هغې ته غوږ نۀ کېښودو، نو هغۀ خپل شکل بدل کړو او د مِجدو په مېدان کښې د جنګ دپاره لاړو.</verse>
				<verse number="23">د جنګ په دوران کښې يوسياه بادشاه د مِصريانو په غشو باندې ولګېدو. هغۀ خپلو نوکرانو له حُکم ورکړو، ”ما د دې ځائ نه بوځئ، زۀ سخت زخمى شوے يم.“</verse>
				<verse number="24">هغوئ هغه د خپل جنګى ګاډۍ نه اوچت کړو او چې هلته د هغۀ کومه دوېمه جنګى ګاډۍ وه په هغې کښې يې واچولو او يروشلم ته يې يوړو. هلته هغه مړ شو او په شاهى اديره کښې ښخ کړے شو. د يهوداه او يروشلم ټولو خلقو د هغۀ په مرګ باندې د غم ژړا وکړه.</verse>
				<verse number="25">يرمياه پېغمبر د يوسياه بادشاه دپاره يوه د غم سندره جوړه کړه. نو د اِسرائيل په مُلک کښې د سندرغاړو، ناريناؤ او زناناؤ دواړو دا يو رِواج جوړ شو، چې کله به هغوئ د هغۀ دپاره د غم ژړا کوله نو دا سندره به يې وئيله. دا سندره د مرثيو په کِتاب کښې ليکلے شوې ده.</verse>
				<verse number="26">يوسياه چې نور هر څۀ هم کړى وُو، مالِک خُدائ ته د هغۀ وقف کېدل، د هغۀ د شريعت تابعدارى،</verse>
				<verse number="27">او د اول نه واخله تر آخره پورې د هغۀ تاريخ دا هر څۀ د اِسرائيل او يهوداه په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="36">
				<verse number="1">د يهوداه خلقو د يوسياه زوئ يهوآخز خوښ کړو او په يروشلم کښې يې بادشاه جوړ کړو.</verse>
				<verse number="2">يهوآخز د درويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او درې مياشتې يې په يروشلم بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="3">د مِصر بادشاه نِکوه هغه قېدى کړو او د يهوداه خلق يې دې ته مجبور کړل چې درې زره او څلور سوه کلو سپين زر او څلور دېرش کلو سرۀ زر محصُول ورکوى.</verse>
				<verse number="4">نِکوه اِلياقيم د يهوداه بادشاه جوړ کړو چې هغه د يهوآخز ورور وو او د هغۀ نوم يې يهويقيم ته بدل کړو. نِکوه يهوآخز مِصر ته بوتلے وو.</verse>
				<verse number="5">يهويقيم د پينځويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې يوولس کاله بادشاهى وکړه. هغۀ د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک خِلاف ګناه وکړه.</verse>
				<verse number="6">د بابل بادشاه نبوکدنضر په يهوداه حمله وکړه، يهويقيم يې ونيولو او بابل ته يې په زنځيرونو کښې بوتلو.</verse>
				<verse number="7">نبوکدنضر د مالِک خُدائ د کور څۀ خزانې يوړې او په بابل کښې يې په خپل محل کښې کېښودې.</verse>
				<verse number="8">يهويقيم چې هر څۀ هم کړى وُو، سره د هغۀ د خرابو رسمونو او چې هغۀ کوم حرام کارونه کړى وُو، هغه د اِسرائيل او د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. نو د هغۀ زوئ يهوياکين د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
				<verse number="9">يهوياکين د اتلسو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم درې مياشتې او لس ورځې بادشاهى وکړه. هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه.</verse>
				<verse number="10">کله چې سپرلے شو، نو نبوکدنضر بادشاه يهوياکين بابل ته قېدى بوتلو او د مالِک خُدائ د کور خزانې يې يوړې. بيا نبوکدنضر د يهوياکين ترۀ صدقياه د يهوداه او يروشلم بادشاه جوړ کړو.</verse>
				<verse number="11">صدقياه د يوويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او په يروشلم يې يوولس کاله بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="12">هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د يرمياه پېغمبر خبرې يې په عاجزۍ سره وانۀ ورېدلې، چا چې د مالِک خُدائ خبرې کولې.</verse>
				<verse number="13">صدقياه د نبوکدنضر بادشاه خِلاف بغاوت وکړو، اګر چې هغۀ د خُدائ پاک په وړاندې دا لوظ کړے وو چې د نبوکدنضر وفادار به وى. هغه د خپل ضد په وجه نۀ توبه ګار کېدو او مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې څۀ پرواه نۀ ساتله.</verse>
				<verse number="14">د دې نه علاوه، د يهوداه لار ښوونکى اِمامان او خلق د بُتانو په عبادت کښې د هغوئ نه ګېرچاپېره ګناهګارو قومونو په نقش قدم باندې روان وُو او د هغوئ په شان حرام کارونه يې وکړل، هغوئ د مالِک خُدائ هغه کور ناپاک کړو کوم چې مالِک خُدائ په خپله مقدس کړے وو.</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د خپلو خلقو د خبردارى دپاره پېغمبران رالېږل، ځکه چې خُدائ پاک غوښتل چې هغوئ او خپل کور بچ کړى.</verse>
				<verse number="16">خو هغوئ د خُدائ پاک په پېغام وړونکو پورې ټوقې وکړې، د هغوئ خبرو ته يې توجو ورنۀ کړه او د هغۀ په پېغمبرانو پورې يې خندا وکړه، تر دې پورې چې د مالِک خُدائ غصه د هغۀ د خلقو خِلاف دومره زياته شوه چې د هغې نه د خلاصون لار نۀ وه.</verse>
				<verse number="17">نو مالِک خُدائ د بابل بادشاه راوستو چې په هغوئ حمله وکړى، تر دې چې د مالِک خُدائ په کور کښې هم هغۀ د يهوداه زلمى ووژل. هغۀ په ځوان يا بوډا، په نر يا ښځه، بيمار يا روغ په هيچا هم رحم نۀ کولو. خُدائ پاک هغوئ ټول ورته حواله کړل.</verse>
				<verse number="18">د بابل بادشاه د مالِک خُدائ کور، د دې خزانې او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو دولت لوټ کړو او هر څۀ يې بابل ته يوړل.</verse>
				<verse number="19">هغۀ د مالِک خُدائ کور او ښار، سره د دې ټولو محلونو او دولت وسوزولو او د ښار دېوال يې راوغورزولو.</verse>
				<verse number="20">هغۀ ټول ژوندى پاتې کسان بابل ته بوتلل، چرته چې هغوئ او د هغوئ اولاد تر هغې پورې د نوکرانو په توګه د هغۀ خِدمت کولو چې د فارس حکومت را اوچت شوے نۀ وو.</verse>
				<verse number="21">د يرمياه پېغمبر په ذريعه چې د مالِک خُدائ کوم پېغام اورولے شوے وو نو هغه پوره شو چې، ”اويا کاله به هغه زمکه شاړه پرته وى، ځکه چې هغې د سبت آرام نۀ وو کړے.“</verse>
				<verse number="22">د فارس د خورس بادشاه د بادشاهۍ په وړومبى کال مالِک خُدائ هغه څۀ رښتيا کړل چې څۀ يې د يرمياه پېغمبر په ذريعه فرمائيلى وُو. هغۀ د خورس حوصله افزائى وکړه چې دا حُکم جارى کړى او د خط په شکل کښې د هغۀ د بادشاهۍ هر ځائ ته ولېږلے شى او بيان شى:</verse>
				<verse number="23">”دا د فارس د خورس بادشاه حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمان خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران جوړ کړے يم او ما له يې دا ذمه وارى راکړې ده چې د هغۀ دپاره د يروشلم په يهوداه کښې يو کور جوړ کړم، نو تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک خلق يئ، هلته ځئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دې ستاسو مل شى.“</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="15">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">په وړومبى کال کښې چې خورس د فارس بادشاه وو، نو مالِک خُدائ هغه پېشګوئې پوره کړه چې هغۀ د يرمياه په ذريعه کړې وه. هغۀ د خورس په زړۀ کښې دا خبره واچوله چې دا فرمان وليکى او جارى يې کړى او خپلې ټولې بادشاهۍ ته يې ولېږى:</verse>
				<verse number="2">”دا د فارس د بادشاه خورس حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمانونو خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران کړے يم او دا ذمه وارى يې راکړې ده چې د مالِک خُدائ دپاره په يهوداه کښې د يروشلم په ښار کښې کور جوړ کړم.</verse>
				<verse number="3">هر څوک چې د هغۀ خلق وى نو هغه د يهوداه يروشلم ته تلے شئ چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دپاره يو کور بيا جوړ کړئ، د چا عبادت چې په يروشلم کښې کيږى. او ستاسو خُدائ پاک دې ستاسو مل شى.</verse>
				<verse number="4">ژوندى پاتې شوى خلق چې چرته هم اوسيږى، نو خپل ګاونډيان به ورله په مدد کښې دا څيزونه ورکړى لکه چې سپين زر، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ ځناور او داسې نذرانې هم چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک په کور کښې پېش کړے شى.“</verse>
				<verse number="5">بيا د يهوداه او د بنيامين قبيلو د ډلو مشران، اِمامان او ليويان او هغه نور ټول تيار شول چې خُدائ پاک د هغوئ زړونه راپاڅولى وُو او په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړولو دپاره لاړل.</verse>
				<verse number="6">د هغوئ ټولو ګاونډيانو د هغوئ مدد وکړو او هغوئ له يې د سپينو زرو څيزونه، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ دپاره ځناور او قيمتى څيزونه ورکړل، د دې هر څۀ نه علاوه رضاکارانه نذرانې يې هم ورکړې.</verse>
				<verse number="7">خورس بادشاه هغوئ له هغه جامونه او پيالۍ واپس ورکړې چې کومې نبوکدنضر بادشاه په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور نه اوړې وې او د خپلو بُتانو په کور کښې يې اېښې وې.</verse>
				<verse number="8">د فارس بادشاه خورس دا د شاهى خزانې مشر مِتردات ته حواله کړل، مِتردات د دې نه يو فهرست جوړ کړو او د يهوداه مشر شيسبضر له ورکړو،</verse>
				<verse number="9">د هغه څيزونو شمېر دا وو: د سرو زرو دېرش جامونه، د سپينو زرو يو زر جامونه، يو کم دېرش نور ښانکونه، دېرش د سرو زرو واړۀ جامونه، څلور سوه او لس د سپينو زرو واړۀ جامونه او يو زر نور لوښى.</verse>
				<verse number="10"></verse>
				<verse number="11">هلته ټول پينځۀ زره او څلور سوه د سرو زرو او سپينو زرو لوښى وُو او هغه نور سامان وو کوم چې شيسبضر په هغه وخت کښې د ځان سره وړے وو چې کله هغه او نور جلاوطن شوى کسان د بابل نه يروشلم ته تلل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">دا د يهوديانو د جلاوطن شوو خلقو تفصيل دے څوک چې د آزادېدو نه پس واپس خپلو صُوبو ته تلل. نبوکدنضر بادشاه هغوئ بابل ته قېديان بوتلى وُو، خو اوس يروشلم، يهوداه او خپلو نورو ښارونو ته راواپس شول چرته چې هغوئ مخکښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="2">د هغوئ مشران زرُبابل، يشوَع، نحمياه، شراياه، رعلاياه، مردکى، بِلشان، مِسفار، بِګوئ، رحُوم او بعنه وُو. دا د بنى اِسرائيلو د ډلو تفصيل دے، دا تفصيل د هغه هرې قبيلې د شمېر سره دے کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو:</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">په اوومه مياشت کښې ټول بنى اِسرائيل په خپلو خپلو ښارونو کښې دېره شول. بيا هغوئ ټول په يروشلم کښې په اتفاق سره راغونډ شول،</verse>
				<verse number="2">او د يوصدق زوئ يشوَع، د هغۀ ملګرو اِمامانو او د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل سره د خپلو رشته‌دارانو، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک قربان‌ګاه بيا جوړه کړه، نو چې هغوئ په دې باندې د هغه اصُولو په مطابق قربانۍ وسوزوى کوم چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى وُو، موسىٰ د خُدائ پاک خِدمتګار وو.</verse>
				<verse number="3">اګر چې د جلاوطنۍ نه واپس راتلونکى کسان بيا هم د هغه خلقو نه يرېدل کوم چې په هغه مُلک کښې اوسېدل، هغوئ قربان‌ګاه په هغه ځائ کښې بيا جوړه کړه چرته چې مخکښې ولاړه وه. بيا هغوئ يو ځل بيا په هغې باندې د هر سحر او هر ماښام نذرانې سوزول شروع کړل.</verse>
				<verse number="4">هغوئ د اصُولو په مطابق د جونګړو اختر وکړو، هغوئ هره ورځ د هغه ورځې مقررې قربانۍ پېش کولې،</verse>
				<verse number="5">او د دې نه علاوه هغوئ د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې هم پېش کولې او هغه نذرانې يې هم پېش کولې چې د نوې مياشتې په اختر او په کلنى اخترونو کښې پېش کېدلې چې په دې اخترونو کښې به د مالِک خُدائ عبادت کېدلو، او هم داسې هغه ټولې نذرانې هم پېش کېدلې کومې چې مالِک خُدائ ته په رضاکارانه توګه ورکولے شوې.</verse>
				<verse number="6">اګر چې خلقو تر اوسه پورې د مالِک خُدائ د کور بنياد جوړول هم شروع کړى نۀ وُو، خو هغوئ د اوومې مياشتې په اوله ورځ مالِک خُدائ ته قربانۍ سوزول شروع کړل.</verse>
				<verse number="7">خلقو د کاڼو ګِلکارانو او ترکاڼانو د مزدورۍ دپاره پېسې ورکولې او خوراک، څښاک او د زيتُونو تېل يې د صور او صيدا خلقو له لېږل او د دې څيزونو په بدل کښې د لبنان د غرونو نه د دِيار لرګى د يافا ښار ته د سمندر په ذريعه راوړلے کېدل. دا هر څۀ د فارس د بادشاه خورس په اجازت سره کېدل.</verse>
				<verse number="8">د هغې نه پس چې هغوئ په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور ځائ ته واپس راغلى وُو نو د هغه کال په دوېمه مياشت يې کار شروع کړو. زرُبابل، يشوَع او د هغۀ نور وطنداران، اِمامان او ليويان او هغه ټول خلق په کار کښې شامل شول کوم چې د جلاوطنۍ نه يروشلم ته واپس راغلى وُو. هغه ټول ليويان چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو هغوئ د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړېدو مشران مقرر شول.</verse>
				<verse number="9">ليوى يشوَع او د هغۀ زامنو او خپلوانو او د هُوداوياه د قبيلې قدمى‌اېل او د هغۀ زامنو د مالِک خُدائ د کور په بيا جوړېدو کښې په شريکه مشرى کوله. د هغوئ مدد د حنداد د قبيلې ليويانو هم کولو.</verse>
				<verse number="10">کله چې ګِلکارانو د مالِک خُدائ د کور بنياد کېښودل شروع کړل، نو اِمامان په خپلو ځايونو باندې ولاړ وُو، چُوغې يې اغوستې وې او بيګل د هغوئ په لاسونو کښې وُو او د آسف د قبېلې ليويان د چمټو سره هلته ولاړ وُو. هغوئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت د هغه اصُولو په مطابق کولو کوم اصُول چې داؤد بادشاه ښودلى وُو.</verse>
				<verse number="11">هغوئ وار په وار د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ”مالِک خُدائ مهربان دے او د بنى اِسرائيلو سره د هغۀ مينه د همېشه دپاره ده.“ هر چا به په اوچت آواز سره د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ځکه چې د مالِک خُدائ د کور د بنياد کار شروع شوے وو.</verse>
				<verse number="12">چې کله د مالِک خُدائ د دې کور بنياد کېښودے شو نو کومو ډېرو بوډاګانو اِمامانو، ليويانو او د ډلو مشرانو چې د مالِک خُدائ هغه وړومبے کور ليدلے وو، نو په چغو يې وژړل. خو چې هلته نور کوم خلق وُو هغوئ د خوشحالۍ نه چغې وهلې.</verse>
				<verse number="13">څۀ خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او څۀ خلقو ژړا کوله، او هغوئ دومره شور کولو چې تر لرې لرې پورې اورېدلے شو او هيچا ته پته نۀ لګېده چې څوک ژاړى او څوک خوشحاله دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">د يهوداه او بنيامين د خلقو دشمنان د دې نه خبر شول چې کوم خلق د جلاوطنۍ نه راواپس شوى دى نو هغوئ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور بيا جوړوى.</verse>
				<verse number="2">نو هغوئ د زرُبابل او د ډلو مشرانو سره مِلاوېدو له راغلل او ورته يې ووئيل، ”د مالِک خُدائ په کور جوړولو کښې به مونږ هم درسره ملګرى شُو. مونږ هم د هغه خُدائ پاک عبادت کوُو د کوم چې تاسو کوئ، مونږ هغۀ ته قربانۍ پېش کوُو د اسور بادشاه اسرحدون د وخت نه چا چې مونږ دلته د اوسېدو دپاره راولېږلو.“</verse>
				<verse number="3">نو زرُبابل، يشوَع او د ډلو مشرانو هغوئ ته ووئيل، ”مونږ ته د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په کور جوړولو کښې ستاسو د مدد هيڅ ضرورت نشته. مونږ به دا په خپله جوړوُو هم هغه شان چې څنګه د فارس بادشاه خورس حُکم راکړے دے.“</verse>
				<verse number="4">او چې کوم خلق په هغه مُلک کښې اوسېدل نو هغوئ دا کوشش کولو چې يهوديان بې‌حوصلې کړى او د مالِک خُدائ د کور جوړولو نه يې ويروى.</verse>
				<verse number="5">هغوئ د فارس د حکومت آفسرانو له د دې دپاره رشوت هم ورکولو چې د هغوئ خِلاف کار وکړى. هغوئ د فارس بادشاه خورس په ټوله بادشاهۍ کښې داسې کول او هغوئ د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ شروع کېدو پورې دا کار نۀ پرېښودو.</verse>
				<verse number="6">د اخسويرس بادشاه د بادشاهۍ په شروع کښې، د يهوداه او يروشلم خلقو دشمنانو د هغوئ خِلاف يو ليکلے شوے اِلزام راوړو.</verse>
				<verse number="7">يو ځل بيا د فارس بادشاه ارتخششتا په دوران کښې، بِشلام، مِتردات، طابئيل او د هغوئ ملګرو بادشاه ته يو خط وليکلو. هغه خط په آرامى ژبه کښې ليکلے شوے وو او بيا د بادشاه دپاره ترجمه کړے شو.</verse>
				<verse number="8">رحُوم حکمران او د صُوبې منشى شِمسى هم د يروشلم په حقله ارتخششتا بادشاه ته دا خط وليکلو،</verse>
				<verse number="9">”د حکمران رحُوم، د صُوبې منشى شِمسى، د هغوئ د ملګرو، قاضيانو او د نورو ټولو آفسرانو نه، کوم چې د عيلام په مُلک کښې د ارک، بابل او د سوسه سړى دى،</verse>
				<verse number="10">د هغه نورو خلقو په شمول کوم چې عظيم او عزتمند اسور‌بنى‌پال د خپلو کورونو نه بوتلل او د سامريه په ښار کښې او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته سامريه کښې په نورو ځايونو کښې يې دېره کړل.“</verse>
				<verse number="11">په خط کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”د فرات سيند نمرپرېواتۀ په طرف د هغۀ د خِدمتګارانو نه، ارتخششتا بادشاه ته.</verse>
				<verse number="12">بادشاه سلامت، مونږ تا خبرول غواړُو چې هغه يهوديان کوم ستا د نورو علاقو نه راغلى دى هغوئ په يروشلم کښې دېره شوى دى او هغه خراب او سرکشه ښار بيا جوړوى. هغوئ د دېوالونو بيا جوړول شروع کړى دى او ډېر زر به يې تيار کړى.</verse>
				<verse number="13">بادشاه سلامت، کۀ دا ښار بيا جوړ شى او د دې دېوالونه سر ته ورسيږى، نو خلق به محصُول، جزيه او پېسې ورکول بند کړى او ستا شاهى محصُول به کم شى.</verse>
				<verse number="14">نو بادشاه سلامت، مونږ ستا وفادار يُو او مونږ نۀ غواړُو چې د بادشاه دې داسې بې‌عزتى وشى، نو دا ځکه مونږ بادشاه له دا خبر ورلېږلے دے،</verse>
				<verse number="15">چې تۀ دا حُکم ورکړه چې هغه تاريخ دې ولټولے شى کوم چې ستا پلار نيکۀ ليکلے وو. نو بيا به تا ته پته ولګى چې دا ښار همېشه د بغاوت نه ډک وى او د پخوانى وختونو نه دې بادشاهانو او د صُوبو حکمرانانو له تکليف ورکړے دے. د دې په خلقو باندې حکومت کول همېشه مشکل وُو. نو په دې وجه دا ښار تباه شوے وو.</verse>
				<verse number="16">نو په دې وجه زمونږ دا يقين دے کۀ دا ښار بيا جوړ شى او د دې دېوالونه مکمل شى، نو بادشاه سلامت، د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته صُوبه به ستا د قابو نه بهر شى.“</verse>
				<verse number="17">نو بادشاه دا جواب ورولېږلو، ”رحُوم حکمران، د صُوبې منشى شِمسى او د هغوئ هغه ملګرو ته چې کوم په سامريه کښې اوسيږى او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ټولو خلقو ته، سلامونه.</verse>
				<verse number="18">کوم خط چې تاسو رالېږلے دے هغه لوستلے شوے دے او زما په وړاندې ترجمه شوے دے.</verse>
				<verse number="19">ما حُکم وکړو چې تفتيش دې وکړے شى او دا خبره معلومه کړے شوې ده چې يروشلم بې‌شکه د پخوا نه د بادشاهانو خِلاف بغاوت کولو او دا د باغيانو او سرکشه خلقو نه ډک وو.</verse>
				<verse number="20">هلته طاقتورو بادشاهانو بادشاهى کړې ده او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته په ټوله صُوبه يې حکومت کړے دے او جزيه، محصُول او پېسې يې راټولولې.</verse>
				<verse number="21">نو په دې وجه تۀ به فرمان جارى کړې چې ترڅو پورې ما بل حُکم نۀ وى درکړے نو هغه خلق دې د ښار په جوړولو باندې کار بند کړى.</verse>
				<verse number="22">دا کار سمدستى وکړئ چې داسې زما فائدې ته نور تاوان ونۀ رسيږى.“</verse>
				<verse number="23">نو څنګه چې د ارتخششتا بادشاه خط رحُوم، شِمسى او د هغوئ ملګرو ته ولوستلے شو، نو هغوئ يروشلم ته تېز لاړل او يهوديان يې دې ته مجبور کړل چې د ښار بيا جوړول بند کړى.</verse>
				<verse number="24">نو د خُدائ پاک په کور باندې کار بند وو او د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ تر دوېم کال پورې کار ځنډولے شوے وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">په هغه وخت کښې دوه پېغمبران حجى او د عدو زوئ زکرياه وُو. هغوئ په يهوداه او يروشلم کښې اوسېدونکو يهوديانو له د بنى اِسرائيلو هغه خُدائ پاک په نوم پېشګوئې ورکوله چې کوم د هغوئ دپاسه وو.</verse>
				<verse number="2">کله چې د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل او د يوصدق زوئ يشوَع د هغوئ پېغام واورېدو، نو هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور بيا جوړول شروع کړل او د خُدائ پاک هغه دوه پېغمبران د هغوئ سره وُو او د هغوئ مدد يې کولو.</verse>
				<verse number="3">نو د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات حکمران تتنى، شتربوزنى او د هغوئ ملګرى آفسران سمدستى يروشلم ته راغلل او وې وئيل، ”تا له دا حُکم څوک درکوى چې دا کور بيا جوړ کړه او سر ته يې ورسوه؟“</verse>
				<verse number="4">هغوئ د هغه ټولو سړو د نومونو تپوس هم وکړو کومو چې د دې په جوړولو کښې مدد کولو.</verse>
				<verse number="5">خو په يهودى مشرانو باندې د خُدائ پاک نظر وو او د فارس آفسرانو دا فېصله وکړه چې تر هغې پورې به يو کار هم نۀ کوى چې ترڅو يې داريوس بادشاه له خط نۀ وى لېږلے او جواب يې نۀ وى راغلے.</verse>
				<verse number="6">هغوئ داريوس بادشاه له دا خبر ورولېږلو،</verse>
				<verse number="7">”داريوس بادشاه ته ډېر ډېر سلامونه.</verse>
				<verse number="8">بادشاه سلامت، تا ته دې پته وى چې مونږ د يهوداه صُوبې ته ورغلو او ومو ليدل چې د عظيم خُدائ پاک کور د لويو کاڼو او په دېوالونو کښې د لرګو د ستنو سره بيا جوړيږى. کار د ډېر احتياط سره کولے شى او ډېر ښۀ روان دے.</verse>
				<verse number="9">مونږ بيا د خلقو د مشرانو نه تپوس وکړو چې مونږ ته ووائى چې هغوئ له دا اختيار چا ورکړ‌ے دے چې د خُدائ پاک کور بيا جوړ کړى او سر ته يې ورسوى.</verse>
				<verse number="10">مونږ د هغوئ د نومونو تپوس هم وکړو نو چې داسې مونږ تا خبر کړُو چې د دې کار مشران څوک دى.</verse>
				<verse number="11">هغوئ مونږ له جواب راکړو چې مونږ د آسمان او زمکې د خُدائ پاک خِدمتګار يُو او مونږ هغه کور بيا جوړوُو کوم چې په اصل کښې ډېره موده مخکښې د بنى اِسرائيلو يو تکړه بادشاه جوړ کړے وو او سر ته يې رسولے وو.</verse>
				<verse number="12">خو زمونږ پلار نيکۀ د آسمان خُدائ پاک غصه کړو نو په دې وجه هغوئ يې د بابل بادشاه نبوکدنضر ته پرېښودل، چا چې دا کور وران کړو او خلق يې بابل ته جلاوطن کړل.</verse>
				<verse number="13">خو بيا چې کله خورس بادشاه د بابل بادشاه شو نو د هغۀ د بادشاهۍ په وړومبى کال، خورس دا حُکم وکړو چې د خُدائ پاک کور دې بيا جوړ شى.</verse>
				<verse number="14">هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د سرو زرو او سپينو زرو لوښى بيا کېښودل کوم چې نبوکدنضر د خُدائ پاک د کور نه اوړى وُو چې هغه کور په يروشلم کښې وو او په بابل کښې يې په عبادتخانه کښې اېښى وُو. خورس بادشاه دا لوښى د يو سړى په حواله کړل چې د هغۀ نوم شيسبضر وو، کوم چې هغۀ د يهوداه حکمران مقرر کړے وو.</verse>
				<verse number="15">بادشاه هغۀ ته ووئيل چې دا يوسى او په يروشلم کښې يې د خُدائ پاک کور ته واپس کړى او هغه کور په هغه ځائ باندې بيا جوړ کړى چې چرته مخکښې وو.</verse>
				<verse number="16">نو شيسبضر راغلو او د دې بنياد يې کېښودو، د دې جوړېدل د هغه وخت نه واخله تر ننه پورې جارى وُو، خو د خُدائ پاک کور تر اوسه پورې مکمل شوے نۀ دے.</verse>
				<verse number="17">نو بادشاه سلامت، کۀ ستا خوښه وى نو د بابل شاهى تاريخ دې ولټولے شى نو دا به معلوم شى چې خورس په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور د بيا جوړولو حُکم ورکړے وو او کۀ نه، او بيا مونږ خبر کړه چې په دې معامله کښې ستا خوښه څۀ ده.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">نو داريوس بادشاه حُکم جارى کړو چې د بابل هغه شاهى تاريخ دې ولټولے شى کوم چې په خزانه کښې ساتلے شوے وو.</verse>
				<verse number="2">خو د مادى صُوبې په اکبتانا ښار کښې يو طومار پېدا شو، چې دا ليکل په کښې شوى وُو،</verse>
				<verse number="3">”د خپلې بادشاهۍ په وړومبى کال خورس بادشاه حُکم وکړو چې په يروشلم کښې دې د خُدائ پاک کور بيا جوړ کړے شى چې هغه يو داسې ځائ وى چرته به چې قربانۍ کيږى او نذرانې به سوزولے شى. د خُدائ پاک کور به تقريباً دېرش ګزه اوچت او دېرش ګزه پلن جوړولے شى.</verse>
				<verse number="4">دېوالونه به داسې جوړولے شى چې درې ردې د لويو کاڼو وى او په يوه رَده کښې د لرګى تختې لګولے شوى وى. دا ټوله خرچه به شاهى خزانه ورکوى.</verse>
				<verse number="5">نبوکدنضر بادشاه چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور نه کوم د سرو زرو او سپينو زرو لوښى بابل ته اوړى وُو نو هغه به هم د خُدائ پاک کور يعنې خپل صحيح ځائ ته راواپس کولے شى کوم چې په يروشلم کښې دے.“</verse>
				<verse number="6">نو بيا داريوس بادشاه دا جواب ورولېږلو، ”دا د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات حکمران تتنى، شتربوزنى او د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات ستا آفسرانو ته دے، چې تاسو به د خُدائ پاک د کور سره کار نۀ ساتئ</verse>
				<verse number="7">او د دې په جوړېدو کښې کار مۀ ساتئ. د يهوداه حکمران او يهودى مشران پرېږدئ چې هغوئ د خُدائ پاک کور هلته جوړ کړى چرته چې مخکښې ولاړ وو.</verse>
				<verse number="8">او دې سره زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د يهوداه د مشرانو مدد وکړئ چې دا بيا جوړ کړى. هغوئ له به د پوره خرچې دپاره د شاهى خزانې پېسې ورکولے شى چې د نمرپرېواتۀ طرف ته د فرات د محصُول نه اخستے شى، د دې دپاره چې کار ايسار نۀ شى.</verse>
				<verse number="9">بغېر د څۀ کمى نه، هره ورځ تاسو به په يروشلم کښې اِمامانو له هغه هر څۀ ورکوئ چې هغوئ ته د څۀ ضرورت وى، چې هغه سخى، ګډې، يا ګډُورى وى، چې د آسمان خُدائ پاک ته د قربانۍ په توګه سوزولے شى، يا چې هغه غنم، مالګه، مے، يا د زيتُونو تېل وى.</verse>
				<verse number="10">نو چې داسې هغوئ هغه قربانۍ پېش کړى په کومو باندې چې د آسمان خُدائ پاک رضا کيږى او زما او زما د زامنو دپاره د هغۀ نه برکت غواړى.</verse>
				<verse number="11">زۀ بل دا حُکم کوم کۀ څوک هم دا حُکم ونۀ منى، نو د هغۀ کور نه به د لرګى تير راوويستلے شى، د هغې يو سر دې تېرۀ کړے شى او په هغې دې ووژلے شى. او د هغۀ کور دې د ډېران يو ډېرے جوړ کړے شى.</verse>
				<verse number="12">هغه خُدائ پاک چا چې يروشلم د دې دپاره خوښ کړے دے چې هلته به د هغۀ عبادت کيږى نو کۀ کوم بادشاه يا قوم د دې حُکم نه اِنکار وکړى يا د دې کور د تباه کولو کوشش کوى نو خُدائ پاک دې ورله شکست ورکړى. ما داريوس دا حُکم کړے دے او دا حُکم دې پوره ومنلے شى.“</verse>
				<verse number="13">بيا تتنى حکمران، شتربوزنى او د هغوئ آفسرانو هم هغه شان وکړل چې څنګه داريوس بادشاه حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="14">يهودى مشرانو د خُدائ پاک د کور عمارت په ښۀ طريقه جوړولو، چې د هغوئ حوصله افزائى حجى او زکرياه پېغمبرانو کوله. هغوئ د خُدائ پاک کور هم هغه شان سر ته ورسولو لکه څنګه چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک حُکم کړے وو او خورس، داريوس او د فارس بادشاه ارتخششتا فرمان جارى کړے وو.</verse>
				<verse number="15">هغوئ د خُدائ پاک کور د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په شپږم کال کښې د ادر مياشتې په درېمه ورځ سر ته ورسولو.</verse>
				<verse number="16">بيا بنى اِسرائيلو، اِمامانو او ليويانو او هغه نورو ټولو خلقو په خوشحالۍ سره د خُدائ پاک کور وقف کړو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو.</verse>
				<verse number="17">د وقف کولو دپاره هغوئ سل غوَيى، دوه سوه ګډان او څلور سوه ګډُورى د قربانۍ په توګه پېش کړل او دولس چېلى يې د ګناه د نذرانې په توګه پېش کړل چې د بنى اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې دپاره يو يو وو.</verse>
				<verse number="18">هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور د خِدمت دپاره اِمامان او ليويان د هغه اصُولو په مطابق منتخب کړل کوم چې د موسىٰ په کِتاب کښې ليکلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="19">کوم خلق چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو نو هغوئ په ورپسې کال د اولې مياشتې په څوارلسمه ورځ د فسحې اختر وکړو.</verse>
				<verse number="20">ټولو اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه پاک کړى وُو او د پاکېدو رسم يې ادا کړے وو. ليويانو د فسحې د اختر د قربانۍ دپاره د ټولو راواپس شوو خلقو، د اِمامانو او د خپلو ځانونو دپاره څاروى حلال کړى وُو.</verse>
				<verse number="21">دا قربانۍ هغه ټولو بنى اِسرائيلو وخوړلې چې څوک د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو او ورسره هغه خلقو هم وخوړلې چا چې د غېرو قومونو غلط رسمونه پرېښى وُو د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت وکړى.</verse>
				<verse number="22">هغوئ د خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر وکړو. هغوئ ډېر خوشحاله وُو ځکه چې مالِک خُدائ د اسور بادشاه په هغوئ باندې مهربان کړے وو، نو په دې وجه هغۀ د هغوئ په کار کښې مدد وکړو چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور جوړ کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">ډېره موده پس، کله چې ارتخششتا د فارس بادشاه وو، نو يو سړے وو چې نوم يې عزرا وو. هغۀ خپله شجره نسب مشر اِمام هارون ته ورسوله، چې داسې ده: عزرا د شراياه زوئ وو چې هغه زوئ د عزرياه، زوئ د خِلقياه،</verse>
				<verse number="2">زوئ د سلوم، زوئ د صدوق، زوئ د اخيطوب،</verse>
				<verse number="3">زوئ د امرياه، زوئ د عزرياه، زوئ د مرايوت،</verse>
				<verse number="4">زوئ د زرخياه، زوئ د عُزى، زوئ د بُقى،</verse>
				<verse number="5">زوئ د ابيسوع، زوئ د فينحاس، زوئ د اِلى‌عزر او زوئ د هارون څوک چې مشر اِمام وو.</verse>
				<verse number="6">عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو.</verse>
				<verse number="7"></verse>
				<verse number="8">هغوئ د اولې مياشتې په اوله ورځ د بابل نه روان شول او د خُدائ پاک د مدد سره هغوئ د پينځمې مياشتې په اوله ورځ يروشلم ته ورسېدل.</verse>
				<verse number="9"></verse>
				<verse number="10">عزرا خپل ژوند دې ته وقف کړے وو چې د مالِک خُدائ په قانون باندې پوهه شى، په هغې عمل وکړى او د دې ټول قانون او اصُول بنى اِسرائيلو ته وښائى.</verse>
				<verse number="11">ارتخششتا عزرا اِمام او عالِم له دا کاغذ ورکړو، چې هغۀ د هغه قانون او حُکمونه پوره پوهه لرله کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته ورکړى وُو،</verse>
				<verse number="12">”د ارتخششتا بادشاه د طرف نه، عزرا اِمام ته، چې هغه د آسمان د خُدائ پاک د قانون عالِم دے، ډېر سلامونه. او اوس،</verse>
				<verse number="13">زۀ دا حُکم کوم چې زما په ټول سلطنت کښې چې کوم بنى اِسرائيليان، اِمامان او ليويان چې د هغوئ زړۀ غواړى چې تا سره يروشلم ته لاړ شى نو لاړ دې شى.</verse>
				<verse number="14">زۀ، تا زما د خپلو اووۀ مشيرانو سره لېږم چې په يروشلم او يهوداه کښې حالات معلوم کړئ چې دا پته ولګى چې ستا د خُدائ پاک په قانون باندې څومره ښۀ عمل کيږى، هغه قانون چې تا سره موجود دے.</verse>
				<verse number="15">تاسو به د ځان سره د سرو زرو او سپينو زرو هغه نذرانې يوسئ د کومو چې زۀ او زما مشيران د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک له د ورکولو خواهش لرو، هغه خُدائ پاک چې د هغۀ کور په يروشلم کښې دے.</verse>
				<verse number="16">تاسو به هغه ټول سرۀ زر او سپين زر هم د ځان سره اوړئ کوم چې تاسو د بابل په ټوله صُوبه کښې راغونډ کړئ او هغه نذرانې به هم اوړئ کومې چې بنى اِسرائيليان او د هغوئ اِمامان په يروشلم کښې د خپل خُدائ پاک کور دپاره ورکوى.</verse>
				<verse number="17">تاسو به دا پېسې په احتياط سره خرچ کوئ او غوَيى، ګډان او ګډُورى، غله او مے په بيعه واخلئ او په يروشلم کښې يې د خُدائ پاک د کور په قربان‌ګاه باندې پېش کړئ.</verse>
				<verse number="18">کوم سرۀ زر او سپين زر چې پاتې شى نو چې ستا او ستا د خلقو هر څنګه خوښه وى نو هغه شان يې استعمالولے شئ، خو د خُدائ پاک د رضا په مطابق.</verse>
				<verse number="19">تاسو به په يروشلم کښې خُدائ پاک ته هغه ټول لوښى پېش کوئ کوم چې د خُدائ پاک د کور د خِدمت د استعمال دپاره درکړے شوى دى.</verse>
				<verse number="20">او تاسو ته چې د خُدائ پاک د کور دپاره د بل هر څيز ضرورت وى، نو تاسو هغه د شاهى خزانې نه اخستلے شئ.</verse>
				<verse number="21">زۀ د فرات سيند د نمرپرېواتۀ صُوبې د خزانې ټولو آفسرانو له حُکم ورکوم چې هغوئ د عالِم عزرا اِمام دپاره د هغه هر څۀ ښۀ بندوبست وکړى چې هغه يې غواړى، عزرا د آسمان د خُدائ پاک په قانون کښې عالِم دے،</verse>
				<verse number="22">د دې حد به د درې زره او څلور سوو کلو سپينو زرو، د لسو زرو کلو غنمو، دوه زره ليټره مے او دوه زره ليټره د زيتُونو تېلو پورې وى او چې داسې څومره د مالګې ضرورت وى.</verse>
				<verse number="23">تاسو به خامخا د هغه هر څۀ په بندوبست کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ چې د آسمان خُدائ پاک يې د خپل کور دپاره غوښتنه کوى او پام کوئ چې هغه ما ته او هغه کسانو ته هيڅکله غصه نۀ شى کوم چې زما نه پس بادشاهى کوى.</verse>
				<verse number="24">تاسو ته د دې اجازت نشته چې د اِمامانو، ليويانو، موسيقارانو، څوکيدارانو، کاريګرو، يا د بل هر هغه چا نه محصُول، جزيه او پېسې واخلئ چې د چا تعلق د خُدائ پاک د دې کور سره وى.</verse>
				<verse number="25">عزرا، تۀ به د هغه حِکمت نه کار اخلې کوم چې ستا خُدائ پاک درکړے دے، تۀ به اِنتظام کوونکى او قاضيان مقرروې چې په هغه ټولو خلقو باندې حکومت کوى چې د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د خُدائ پاک د قانون لاندې ژوند تېروى. تۀ به هغه هر چا ته دا قانون ښائې چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى.</verse>
				<verse number="26">کۀ هر څوک هم ستا د خُدائ پاک د قانون يا د بادشاه د قانون نافرمانى کوى، نو هغۀ له به هم په هغه وخت سزا ورکولے شى، چې وژلے به شى، يا به جلاوطن کړے شى، يا به د هغۀ نه جائيداد ضبط کولے شى، يا به قېد کولے شى.“</verse>
				<verse number="27">عزرا وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ زمونږ د پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ بادشاه دې ته راضى کړے دے چې په دې طريقه باندې په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور درناوى وکړى.</verse>
				<verse number="28">د خُدائ پاک په فضل سره په ما باندې بادشاه، د هغۀ مشيران او د هغۀ ټول طاقتور آفسران مهربان شوى دى، مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما له حوصله راکړې ده او زۀ د دې قابل شوے يم چې د بنى اِسرائيلو د ډلو ډېر مشران دې ته جوړ کړم چې زما سره راواپس شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">دا د هغه ډلو د مشرانو تفصيل دے کوم چې په بابل کښې جلاوطن وُو او چې هغوئ د عزرا سره په هغه وخت کښې يروشلم ته راواپس شول چې په کوم وخت کښې ارتخششتا بادشاه وُو:</verse>
				<verse number="2">د فينحاس د قبيلې جيرسوم، د اِتمر د قبيلې دانيال، د داؤد د قبيلې د سکانياه زوئ حطوش، د پرعوس د قبيلې زکرياه، چې د خپلې قبيلې يو نيم سل سړى ورسره وُو. د هغوئ د پلار نيکۀ نسب‌نامه موجود وه. د پخت موآب د قبيلې د زرخياه زوئ اليهوعينى، چې دوه سوه سړى ورسره وُو، د زتُو د قبيلې، د يحزى‌ايل زوئ سکانياه چې درې سوه سړى ورسره وُو، د عدين د قبيلې د يونتن زوئ عبيد، چې پنځوس سړى ورسره وُو، د عيلام د قبيلې د عتلياه زوئ يشعياه، چې اويا سړى ورسره وُو، د سفطياه د قبيلې د ميکائيل زوئ زبدياه، چې اتيا سړى ورسره وُو، د يوآب د قبيلې د يحى‌ايل زوئ عبدياه، چې دوه سوه او اتلس سړى ورسره وُو، د بانى د قبيلې د يوسفياه زوئ سلوميت، چې يو سل او شپېتۀ سړى ورسره وُو، د ببى د قبيلې د ببى زوئ زکرياه، چې اتۀويشت سړى ورسره وُو، د عزجاد د قبيلې د حقاطان زوئ يوحانان، چې يو سل او لس سړى ورسره وُو، د ادونِقام د قبيلې اليفلط، يعى‌ايل او سمعياه، چې شپېتۀ سړى ورسره وُو، هغوئ په وروستو وخت کښې راواپس شول، د بِګوئ د قبيلې عوتى او زکور، چې اويا سړى ورسره وُو.</verse>
				<verse number="3"></verse>
				<verse number="4"></verse>
				<verse number="5"></verse>
				<verse number="6"></verse>
				<verse number="7"></verse>
				<verse number="8"></verse>
				<verse number="9"></verse>
				<verse number="10"></verse>
				<verse number="11"></verse>
				<verse number="12"></verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14"></verse>
				<verse number="15">ما د هغه نِهر سره ټوله ډله راغونډه کړه کوم چې د اهاوا ښار ته بهيږى او مونږ هلته درې ورځې خېمې لګولې وې. ما وليدل چې هلته په ډله کښې اِمامان وُو، خو ليويان نۀ وُو.</verse>
				<verse number="16">نو ما دا نهۀ مشران راوغوښتل: اِلى‌عزر، ارى‌ايل، سمعياه، الناتن، يريب، الناتن، ناتن، زکرياه او مسلام او دوه عالمان يويريب او الناتن مې هم راوغوښتل.</verse>
				<verse number="17">ما هغوئ په کسيفيا کښې د قبيلې مشر عدو ته ولېږل، چې هغۀ او د هغۀ د قبيلې نه د خُدائ پاک د کور دپاره کاريګر وغواړى او مونږ له داسې خلق راولېږى چې د خُدائ پاک په کور کښې خِدمت وکړى.</verse>
				<verse number="18">د خُدائ پاک په فضل سره هغوئ مونږ له يو تکړه سړے سربياه راولېږلو، چې دے د محلى د قبيلې ليوے وو او اتلس زامن او وروڼه د هغۀ سره راغلل.</verse>
				<verse number="19">هغوئ د مرارى قبيلې حسبياه او يشعياه هم د هغوئ د شلو خپلوانو سره راولېږل.</verse>
				<verse number="20">د دې نه علاوه د خُدائ پاک د کور دوه سوه او شل داسې خِدمتګاران هم وُو چې داؤد بادشاه او د هغۀ آفسرانو د هغوئ پلار نيکۀ د دې دپاره مقرر کړى وُو چې د ليويانو مدد کوى. او د هغوئ ټولو نومونه ليکلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="21">هلته د اهاوا نِهر سره ما ټولو له دا حُکم ورکړو چې روژه ونيسئ او د خپل خُدائ پاک په وړاندې خپل ځانونه عاجزان کړئ او هغۀ ته سوال وکړئ چې په سفر کښې زمونږ مدد وکړى او زمونږ، زمونږ د بچو او زمونږ د مال دولت حِفاظت وکړى.</verse>
				<verse number="22">زۀ په دې باندې شرمېدلم چې د بادشاه نه مې يو لښکر او په آسونو سوارۀ فوجيان غوښتى وے چې زمونږ د سفر په دوران کښې د دشمنانو نه زمونږ حِفاظت وکړى، ځکه چې ما هغۀ ته وئيلى وُو چې زمونږ خُدائ پاک هغه هر چا له برکت ورکوى چې څوک ورباندې ايمان لرى، خو هر څوک چې د هغۀ نه واوړى نو د هغوئ نه خفه کيږى او سزا ورکوى.</verse>
				<verse number="23">نو مونږ روژه ونيوله او خُدائ پاک ته مو سوال وکړو چې زمونږ حِفاظت وکړى او هغۀ زمونږ سوال قبول کړو.</verse>
				<verse number="24">د مشرانو اِمامانو نه ما سربياه، حسبياه او لس نور کسان خوښ کړل.</verse>
				<verse number="25">بيا ما هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى وتلل کوم چې بادشاه، د هغۀ مشيرانو او د هغۀ آفسرانو او بنى اِسرائيلو د دې دپاره راکړى وُو چې د خُدائ پاک په کور کښې استعمال شى او ما دا اِمامانو له ورکړل.</verse>
				<verse number="26">ما دا څيزونه هغوئ له ورکړل: دوويشت ټنه سپين زر، سل د سپينو زرو لوښى چې د دې ټول وزن اويا کلو وو، درې زره او څلور سوه کلو سرۀ زر، شل د سرو زرو جامونه چې تقريباً اتۀ نيم کلو وُو، دوه د زېړو ښائسته جامونه، چې په قيمت کښې د سرو زرو د جامونو برابر وُو.</verse>
				<verse number="27"></verse>
				<verse number="28">ما اِمامانو ته ووئيل، ”تاسو مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک ته وقف او مقدس شوى يئ او داسې هغه ټول سپين زر، سرۀ زر او لوښى هم ستاسو په شان مقدس دى کوم چې هغۀ ته د رضاکارانه نذرانو په توګه راوړلے شوى دى.</verse>
				<verse number="29">د مالِک خُدائ کور ته تر رسېدو پورې د دې ښۀ حِفاظت وکړئ. هلته د اِمامانو په کوټه کښې دا وتلئ او د مشرانو اِمامانو او د ليويانو او په يروشلم کښې د بنى اِسرائيلو مشرانو ته يې حواله کړئ.“</verse>
				<verse number="30">نو اِمامانو او ليويانو د هغه سپينو زرو، سرو زرو او د لوښو ذمه وارى واخستله چې په يروشلم کښې يې د مالِک خُدائ کور ته يوسى.</verse>
				<verse number="31">دا د اولې مياشتې دولسمه ورځ وه چې مونږ يروشلم ته د تلو دپاره د اهاوا نِهر نه روان شُو. زمونږ خُدائ پاک مل وو او چې مونږ سفر کولو نو مونږ يې د دشمن د حملو نه او د ډاکوانو نه بچ کولو.</verse>
				<verse number="32">کله چې مونږ يروشلم ته ورسېدو، نو مونږ درې ورځې آرام وکړو.</verse>
				<verse number="33">او بيا په څلورمه ورځ مونږ د خُدائ پاک کور ته لاړو او هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى مو وتلل او د اورِياه زوئ مريموت اِمام ته مو حواله کړل. د هغۀ سره اِلى‌عزر، د فينحاس زوئ او دوه ليويان، د يشوَع زوئ يوزبد او د بِنوئى زوئ نوعيدياه هم وو.</verse>
				<verse number="34">هر يو څيز وشمېرلے شو او تللے شو او په هغه وخت پوره حِساب کِتاب وشو.</verse>
				<verse number="35">بيا هغه ټولو خلقو نذرانې راوړې کوم چې د جلاوطنۍ نه راغلى وُو چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته د قربانۍ په توګه وسوزولے شى. هغوئ د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره دولس غوَيى، څلور کم سل ګډان، اووۀ اويا ګډُورى پېش کړل، هغوئ دولس چېلى هم پېش کړل چې خپل ځانونه د ګناه نه پاک کړى. دا ټول ځناور مالِک خُدائ ته د قربانۍ په توګه وسوزولے شول.</verse>
				<verse number="36">هغوئ هغه ليکلے شوے فرمان هم راوخستلو کوم چې بادشاه ورکړے وو او هغه يې حکمرانانو او د نمرپرېواتۀ طرف فرات ته د صُوبې آفسرانو له ورکړو، چې هغوئ بيا د هغه خلقو سره او د خُدائ پاک د کور سره مدد وکړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">کله چې دا هر څۀ وشول نو د بنى اِسرائيلو څۀ مشران راغلل او ما ته يې ووئيل چې خلقو، اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه د ګاونډى مُلکونو يعنې عمون، موآب، مِصر، کنعان، حِتى، فرزى، يبوس او امورى مُلک د خلقو نه جدا نۀ ساتل. دوئ هم هغه حرام کارونه کول چې کوم هغه خلقو کول.</verse>
				<verse number="2">يهوديانو سړو د پردى مُلک ښځو سره ودونه کول، نو په دې وجه د خُدائ پاک مقدس خلق پليت شول. د افسوس خبره دا ده چې مشران او آفسران په دې بدعملۍ کښې د هر چا نه وړاندې وُو.</verse>
				<verse number="3">کله چې زۀ د دې نه خبر شوم نو ما د خفګان نه خپل قميص او چُوغه وشلوله، د سر او د ږيرې وېښتۀ مې وويستل او غم زپلے کښېناستم.</verse>
				<verse number="4">نو څوک چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د کلام په وجه يرېدلى وُو ځکه چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس خلقو د نافرمانۍ نه خبر شول هغوئ ټول راغلل او زما سره کښېناستل. او زۀ هلته د ماښام د قربانۍ د وخت پورې سخت خفه ناست وم.</verse>
				<verse number="5">کله چې د ماښام د نذرانې وخت راغلو نو زۀ چې د خفګان نه چرته ناست وم د هغه ځائ نه پاڅېدم، چې تر اوسه پورې مې شلېدلے قميص او چُوغه اغوستې وه سجده مې وکړه او بيا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته مې لاسونه پورته کړل.</verse>
				<verse number="6">ما وئيل، ”خُدايه پاکه، ما له په دې باندې ډېر سخت شرم راځى چې ستا په حضور کښې خپل لاسونه اوچت کړم. زمونږ ګناهونه زمونږ د سرونو نه پاس اوړېدلى دى او زمونږ ګناهونه تر آسمانه پورې رسېدلى دى.</verse>
				<verse number="7">زمونږ د پلار نيکۀ د وخت نه واخله تر اوسه پورې مونږ يعنې ستا خلقو لوئې ګناهونه کړې دى. زمونږ د خپلې ګناه په وجه مونږ، زمونږ بادشاهان او زمونږ اِمامان د پردى مُلک بادشاهانو له په لاس ورغلى يُو او مونږ وژلے شُو، غلا رانه کيږى او د قېديانو په توګه بوتلے شُو. زمونږ ډېره بې‌عزتى شوې ده لکه څنګه چې تر اوسه پورې بې‌عزته يُو.</verse>
				<verse number="8">خو اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ د لږ وخت دپاره په مونږ مِهربانه يې چې زمونږ څۀ کسان دې ژوندى پرېښى دى چې د غلامۍ نه وتښتى او په دې مقدس ځائ کښې په حِفاظت سره اوسيږى. تا مونږ د غلامۍ نه آزاد کړى يُو او يو نوے ژوند دې راکړے دے.</verse>
				<verse number="9">مونږ غلامان وُو، خو تا مونږ په غلامۍ کښې پرې نۀ ښودو. تا د فارس بادشاهان مونږ سره ښۀ کړل او دا اجازت دې راکړو چې خپل ژوند تېروو او ستا هغه کور بيا جوړ کړُو، کوم چې تباه شوے وو او دې ته دې هم پرېښودو چې په يهوداه او يروشلم کښې مونږ ته حِفاظت مِلاو شى.</verse>
				<verse number="10">خو اے خُدايه پاکه، نو مونږ په دې کښې څۀ ووايو؟ مونږ ستا د حُکمونو بيا نافرمانى کړې ده،</verse>
				<verse number="11">هغه حُکمونه کوم چې تا مونږ له د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه راکړى وُو. هغوئ مونږ ته ووئيل چې مونږ د کوم مُلک قبضه کولو له روان يُو هغه مُلک د هغه خلقو د بد عملى په وجه ناپاک وو کوم چې په کښې اوسېدل او هغوئ دا د يو سر نه تر بله سر پورې د بې‌شرمۍ او حرام کارونو نه ډک کړے وو.</verse>
				<verse number="12">هغوئ مونږ ته ووئيل چې مونږ دې هيڅکله د هغه خلقو سره ودونه ونۀ کړُو او نۀ د هغوئ سره د ښۀ کېدو او کاميابېدو دپاره مدد وکړُو دا د دې دپاره چې هغه څيزونه مونږ ته مِلاو شى چې په هغه مُلک کښې پېدا کيږى او چې دا مُلک به زمونږ اولاد ته په ميراث کښې مِلاو شى.</verse>
				<verse number="13">خو اوس چې مونږ ته زمونږ د ګناه او بدۍ په وجه چې کومه سزا مِلاو شوه، مونږ ته دا پته ده زمونږ خُدايه پاکه، چې تا مونږ له د هغې نه کمه سزا راکړې ده چې د څومره مونږ حقدار وُو او زمونږ څۀ خلق دې ژوندى پرېښى دى،</verse>
				<verse number="14">نو بيا مونږ ستا حُکمونه څنګه مات کړُو او هغه حرام کاره خلقو سره ودونه وکړُو؟ کۀ مونږ داسې وکړُو نو تۀ به دومره غصه شې چې تباه به مو کړې او يو کس به هم ژوندے پرې نۀ ږدې.</verse>
				<verse number="15">مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، تۀ صادق يې، خو تا مونږ پرېښودو چې ژوندى پاتې شُو. مونږ په ګناه کښې ستا په وړاندې ولاړ يُو، خو د دې ګناه په وجه زمونږ يو کس هم دا حق نۀ لرى چې ستا حضور ته راشى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">کله چې عزرا د خُدائ پاک د کور په مخکښې پړمخې پرېوتو، چې هغۀ ژړل او د ګناهونو اِقرار يې کولو، نو د بنى اِسرائيلو يوه لويه ډله د هغۀ نه راتاو شوه چې په کښې سړى، ښځې او ماشومان شامل وُو او بد بد يې ژړل.</verse>
				<verse number="2">د عيلام قبيلې د يحى‌ايل زوئ سکانياه عزرا ته ووئيل، ”د غېرو قومونو د ښځو سره ودونه کولو په وجه مونږ د خُدائ پاک سره بې‌وفائى کړې ده، خو بيا هم د اِسرائيل دپاره اُميد شته،</verse>
				<verse number="3">نو چې اوس مونږ د خپل خُدائ پاک سره دا لوظ وکړُو چې مونږ به دا ښځې طلاقې کړُو او سره د ماشومانو به يې وشړُو. مونږ به هم هغه شان وکړُو چې څنګه تۀ او هغه نور کسان مشوره راکړئ چې کوم د خُدائ پاک د حُکمونو درناوے کوى. چې د خُدائ پاک قانون څۀ مطالبه کوى نو مونږ به هم هغه شان کوُو.</verse>
				<verse number="4">اوس پاڅه، دا خبره ستا په لاس کښې ده. مونږ به ستا ملګرتيا کوُو، نو تکړه شه او دا کار وکړه.“</verse>
				<verse number="5">عزرا پاڅېدو او د اِمامانو د مشرانو، ليويانو او د ټولو بنى اِسرائيلو نه يې دا قسم واخستو چې هغوئ به د سکانياه په مشوره باندې عمل کوى. نو داسې هغوئ قسم وکړو.</verse>
				<verse number="6">بيا هغه د خُدائ پاک د کور د مخې نه لاړو او د اِلياسب زوئ يهوحنان کوټې ته ورننوتلو، هلته يې شپه تېره کړه او د جلاوطنۍ خلقو په بې‌وفايۍ يې خفګان کولو، او په دې وجه يې خوراک څښاک نۀ کولو.</verse>
				<verse number="7">ټول يروشلم او يهوداه ته يو پېغام ولېږلے شو چې هغه ټول خلق دې په يروشلم کښې راغونډ شى چې کوم د جلاوطنۍ نه راواپس شوى دى،</verse>
				<verse number="8">دا د خلقو د مشرانو حُکم وو. کۀ څوک په درېو ورځو کښې رانۀ غلو، نو د هغۀ ټول جائيداد به ضبط کړے شى او نور به دا حق نۀ لرى چې هغه د جلاوطنو د قبيلې نه وګڼلے شى.</verse>
				<verse number="9">په درېو ورځو کښې، د نهمې مياشتې په شلمه ورځ، هغه ټول سړى يروشلم ته راغلل کوم چې د يهوداه او بنيامين په علاقه کښې اوسېدل او د خُدائ پاک د کور د جرګې په ځائ کښې راغونډ شول. او په هغه وخت کښې دروند باران ورېدلو، د باران او د دې مسئلې په وجه هر يو کس رپېدو.</verse>
				<verse number="10">عزرا اِمام ودرېدو او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”تاسو بې‌وفا وئ او د غېرو قومونو د ښځو سره د ودونو په وجه مو بنى اِسرائيليان ګناهګار کړى دى.</verse>
				<verse number="11">نو اوس مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او هغه کار کوئ چې هغه پرې رضا کيږى. د پردى مُلک د هغه خلقو نه خپل ځانونه جدا کړئ چې کوم زمونږ په مُلک کښې اوسيږى او د غېرو قومونو د ښځو نه ځان خلاص کړئ.“</verse>
				<verse number="12">نو ټولې ګڼې په جواب کښې چغه کړه، ”تۀ صحيح خبره کوې او چې څۀ وائې نو مونږ به هغه هر څۀ وکړُو.“</verse>
				<verse number="13">خو هغوئ دا هم ووئيل، ”ګڼه ډېره لويه ده او دا د باران موسم دے. مونږ دلته په داسې کولاو ځائ کښې نۀ شُو ودرېدے. دا داسې کار نۀ دے چې په يو دوو ورځو کښې وشى، ځکه چې په دې ګناه کښې زمونږ ډېر کسان شامل دى.</verse>
				<verse number="14">زمونږ آفسران دې زمونږ ټولو په ځائ کار وکړى. بيا هغه هر يو دې چې د غېر قوم ښځه لرى هغه دې په يو مقرر وخت باندې د مشرانو او د خپل ښار د قاضيانو سره راشى. نو د دې معاملې په حقله به د خُدائ پاک قهر سوړ شى.“</verse>
				<verse number="15">صرف د عساهيل زوئ يونتن، د تِقوه زوئ يحزياه د دې منصوبې مخالفت وکړو، مسلام او يو ليوى سبتى ورسره په دې کښې ملګرى وُو.</verse>
				<verse number="16">د جلاوطنۍ نه راواپس شوو کسانو دا منصوبه منظوره کړه، نو عزرا اِمام د ډلو د مشرانو نه سړى مقرر کړل او د هغوئ نومونه يې وليکل. د لسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ هغوئ تفتيش شروع کړو،</verse>
				<verse number="17">او په ورپسې درېو مياشتو کښې هغوئ د هغه ټولو معامِلو معلومات وکړو چې کومو سړو د غېرو قومونو د ښځو سره ودونه کړى وُو.</verse>
				<verse number="18">دا د هغه سړو نومونه دى چا چې د غېرو قومونو ښځې کړې وې، د هغه اِمامانو نومونه د قبيلې په حِساب سره ليکلے شوى دى: د يشوَع ډله او د هغۀ د وروڼو چې د يوصدق زامن وُو: معسياه، اِلى‌عزر، يريب او جدلياه.</verse>
				<verse number="19">هغوئ دا قسم وکړو چې خپلو ښځو له به طلاق ورکړى او د خپلو د ګناه د تاوان د نذرانو دپاره يې د يو يو ګډ نذرانه پېش کړه.</verse>
				<verse number="20">د اِمير ډله: حنانى او زبدياه،</verse>
				<verse number="21">د حارِم ډله: معسياه، الياس، سمعياه، يحى‌ايل او عُزياه،</verse>
				<verse number="22">د فشحور ډله: اليوعينى، معسياه، اِسمٰعيل، نتنى‌ايل، يوزبد او اِلعاسه،</verse>
				<verse number="23">ليويان: يوزبد، سِمعى، قلاياه (چې قليتاه هم بللے شو)، فتحياه، يهوداه او اِلى‌عزر،</verse>
				<verse number="24">موسيقاران: اِلياسب، د خُدائ پاک د کور څوکيداران: سلوم، طلم او اورى،</verse>
				<verse number="25">نور کسان: د پرعوس ډله: رمياه، يزياه، مُلکياه، ميامين، اِلى‌عزر، مُلکياه او بناياه.</verse>
				<verse number="26">د عيلام ډله: متنياه، زکرياه، يحى‌ايل، عبدى، يريموت او الياس،</verse>
				<verse number="27">د زتُو ډله: اليوعينى، اِلياسب، متنياه، يريموت، زاباد او عزيزا،</verse>
				<verse number="28">د ببى ډله: يهوحنان، حننياه، زبى، عتلى،</verse>
				<verse number="29">د بانى ډله: مسلام، ملوک، عداياه، يسوب، سيال او يريموت،</verse>
				<verse number="30">د پخت موآب ډله: عدنا، کُلال، بناياه، معسياه، متنياه، بضلى‌اېل، بِنوئى او منسى،</verse>
				<verse number="31">د حارِم ډله: اِلى‌عزر، يسياه، مُلکياه، سمعياه، شمعون، بنيامين، ملوک او سمرياه،</verse>
				<verse number="32"></verse>
				<verse number="33">د حاشوم ډله: متنى، متتاه، زاباد، اليفلط، يريمى، منسى او سِمعى.</verse>
				<verse number="34">د بانى ډله: معدى، عُمرام، اُواېل، بناياه، بدياه، کلوه، ونياه، مريموت، اِلياسب، متنياه، متنى او يعسو،</verse>
				<verse number="35"></verse>
				<verse number="36"></verse>
				<verse number="37"></verse>
				<verse number="38">د بِنوئى ډله: سِمعى، شلمياه، ناتن، عداياه، مکندبى، ساسى، شارۍ، عزراېل، شلمياه، سمرياه، سلوم، امرياه او يوسف،</verse>
				<verse number="39"></verse>
				<verse number="40"></verse>
				<verse number="41"></verse>
				<verse number="42"></verse>
				<verse number="43">د نبو ډله: يعى‌ايل، متتياه، زاباد، زبينا، يدى، يوايل او بناياه.</verse>
				<verse number="44">دې هر يو سړى د غېرو قومونو ښځې لرلې او د څۀ سړو د دې ښځو نه بچى هم پېدا شوى وُو.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="16">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">دا د حکلياه د زوئ د حضرت نحمياه کلام دے. کله چې ارتخششتا د فارس بادشاه وو نو د هغۀ د بادشاهۍ په شلم کال د کِسليو په مياشت کښې زۀ يعنې حضرت نحمياه په مرکزى ښار سوسه کښې وم.</verse>
				<verse number="2">زما ورور حنانى د يهوداه د يو څو سړو سره راورسېدو او ما د هغوئ نه د يروشلم او د هغه يهوديانو په حقله تپوس وکړو کوم چې د بابل د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو.</verse>
				<verse number="3">هغوئ ما ته ووئيل چې کوم کسان د جلاوطنۍ نه بچ شوى وُو او د يهوداه صُوبې ته واپس راغلى وُو هغوئ د لوئ تکليف او بې‌عزتۍ سره مخ وُو. هغوئ ما ته دا هم ووئيل چې د يروشلم دېوالونه تر اوسه پورې مات پراتۀ دى او د دې دروازې د هغه وخت نه بيا نۀ دى جوړې شوې چې د کوم وخت نه هغه په اور سوزولے شوې وې.</verse>
				<verse number="4">کله چې زۀ د دې هر څۀ نه خبر شوم، نو زۀ کښېناستم او ومې ژړل. څو ورځې زۀ غمژن وم او خوراک مې نۀ کولو. ما د آسمان خُدائ پاک ته سوال وکړو</verse>
				<verse number="5">او ما ووئيل، ”اے مالِکه خُدايه، د آسمان خُدايه پاکه، اے عظيمه او د رُعب خُدايه پاکه، تۀ د هغه چا سره خپل د رحم لوظ پوره کوې چې څوک درسره مينه کوى او ستا حُکمونه منى،</verse>
				<verse number="6">مالِکه خُدايه، ما ته وګوره او زما سوال واوره، لکه څنګه چې زۀ ستا د خِدمتګارانو يعنې بنى اِسرائيلو دپاره شپه او ورځ دُعا کوم. زۀ دا اِقرار کوم چې مونږ بنى اِسرائيلو ګناه کړې ده. ما او زما پلار نيکۀ ګناه کړې ده.</verse>
				<verse number="7">مونږ ستا خِلاف بدعملې کړې ده او تا چې څۀ حُکم کړے وو په هغې مو عمل نۀ دے کړے. تا چې د خپل خِدمتګار موسىٰ په ذريعه کوم قانون مونږ له راکړے وو په هغې مو عمل نۀ دے کړے.</verse>
				<verse number="8">تۀ اوس هغه څۀ راياد کړه چې خپل خِدمت کوونکى موسىٰ ته دې فرمائيلى وُو چې کۀ تاسو بنى اِسرائيلو ما سره بې‌وفائى وکړه، نو زۀ به تاسو په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړم.</verse>
				<verse number="9">خو کۀ بيا تاسو ما ته راوګرځېدئ او زما په حُکمونو عمل کوئ، نو زۀ به تاسو واپس هغه ځائ ته راولم کوم ځائ چې ما د خپل نوم د درناوى دپاره خوښ کړے دے، کۀ تاسو د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې هم خوارۀ وارۀ يئ.</verse>
				<verse number="10">مالِکه خُدايه، دا ستا خِدمتګاران او ستا خپل خلق دى. تا هغوئ د خپل لوئ طاقت او قوت سره په بيعه آزاد کړل.</verse>
				<verse number="11">مالِکه خُدايه، اوس زما سوال واوره او د خپلو نورو ټولو خِدمتګارانو دُعاګانې واوره چې چا ته ستا د نوم په درناوى کولو کښې خوشحالى ملاويږى. او ما له کاميابى راکړه او داسې بادشاه نن په ما مِهربانه کړه. د هغۀ په زړۀ کښې دا خبره واچوه چې په ما رحم وکړى.“ په هغه وخت کښې زۀ د بادشاه ساقى وم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">د ارتخششتا بادشاه د بادشاهۍ په شلم کال د نيسان په مياشت کښې په کوم وخت چې بادشاه له مے راغلل، نو ما مے واخستل او بادشاه له مې ورکړل. زۀ د هغۀ په حضور کښې د دې نه مخکښې هيڅکله نۀ وم خفه شوے،</verse>
				<verse number="2">نو ځکه هغۀ تپوس وکړو، ”تۀ ولې دومره غمژن يې؟ تۀ خو بيمار هم نۀ يې، ما ته پته ده چې تۀ ډېر سخت خفه يې.“ زۀ ډېر زيات يرېدم</verse>
				<verse number="3">او جواب مې ورکړو، ”بادشاه سلامت، خُدائ دې تا له ډېر عُمر درکړى. زۀ به ولې خفه نۀ يم چې په کوم ښار کښې زما پلار نيکۀ ښخ شوى دى هغه تباه شوے دے او د هغې دروازې په اور تباه شوې دى؟“</verse>
				<verse number="4">بادشاه را نه تپوس وکړو، ”تۀ څۀ غواړې؟“ نو ما د آسمانونو خُدائ پاک ته سوال وکړو،</verse>
				<verse number="5">او بيا مې بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، کۀ تۀ په ما باندې مِهربانى کول غواړې او دا چې زما درخواست منظور کړې، نو ما له دا اجازت راکړه چې زۀ يهوداه ته لاړ شم، نو چې داسې زۀ هغه ښار بيا جوړ کړم چرته چې زما پلار نيکۀ ښخ شوى دى.“</verse>
				<verse number="6">نو بادشاه په هغه وخت کښې زما درخواست منظور کړو، چې مَلِکه د هغۀ په څنګ کښې ناسته وه. هغۀ زما نه تپوس وکړو چې د څومره وخت دپاره به ځې او بيا به کله واپس راځې،</verse>
				<verse number="7">بيا ما هغۀ ته ووئيل چې په ما دا مِهربانى وکړه چې ما له د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د صُوبې د حکمرانانو دپاره خطونه راکړه، چې په کښې هغوئ ته دا ليکلى شوى وى چې ما له اجازت راکړى چې د هغوئ په مُلک کښې يهوداه ته په خېر سره سفر وکړم.</verse>
				<verse number="8">ما د شاهى ځنګلو څوکيدار آسف دپاره هم يو خط وغوښتو، چې هغۀ ته په کښې ليکلى شوى وُو چې د هغه قلعې د دروازو دپاره چې د خُدائ پاک د کور حِفاظت کوى، د ښار د دېوالونو دپاره او د هغه کور دپاره ما له لرګى راکړى چې په کوم کښې به زۀ اوسېدم. ما چې څۀ غوښتى وُو نو بادشاه ما له هغه هر څۀ راکړل، ځکه چې خُدائ پاک په ما مِهربانه وو.</verse>
				<verse number="9">نو بادشاه ما سره يو څو فوجى آفسران او په آسونو د سوارو کسانو يوه ډله ولېږله او زۀ د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات په سفر باندې روان شوم. هلته مې حکمرانانو له د بادشاه خطونه ورکړل.</verse>
				<verse number="10">خو د بيت‌حورون ښار سنبلط، او طوبياه چې هغه د عمون صُوبې يو آفسر وو، خبر شو چې څوک راغلى دى چې د بنى اِسرائيلو د فائدې دپاره کار کوى، نو هغوئ ډېر زيات خفه شول.</verse>
				<verse number="11">زۀ يروشلم ته لاړم او تر درېو ورځو پورې</verse>
				<verse number="12">ما هيچا ته هغه خبره ونۀ کړه چې کومه خُدائ پاک زما په زړۀ کښې د يروشلم په حقله اچولې وه. بيا په نيمه شپه زۀ پاڅېدم او بهر لاړم، يو څو ملګرى مې ځان سره کړل. مونږ صِرف يو ځناور د ځان سره بوتلو، دا هغه خر وو چې په کوم زۀ سور وم.</verse>
				<verse number="13">کله چې زۀ د ښار نه روان شوم نو تر اوسه پورې شپه وه. د وادۍ په دروازه باندې ووتلم او د ګيدړ کوهى نه تېر شوم او د ګند دروازې ته لاړم. کله چې زۀ روان وم، نو ما د ښار غورزېدلى دېوالونه او هغه دروازې وليدې کومې چې په اور تباه شوې وې.</verse>
				<verse number="14">نو بيا زۀ د فوارې دروازې ته او د بادشاه تالاب ته لاړم، خو په کوم خر باندې چې ما سورلى کوله نو هغۀ د تېرېدو لار پېدا نۀ کړه،</verse>
				<verse number="15">بيا زۀ لاندې د قِدرون وادۍ ته لاړم او په خر باندې سور وم، دېوال ته مې کتل. بيا زۀ په هغه لار راواپس شوم چې په کومه راغلے وم او د وادۍ په دروازه باندې واپس ښار ته لاړم.</verse>
				<verse number="16">د هغې علاقې يو آفسر ته هم دا پته ونۀ لګېده چې زۀ چرته وم يا مې څۀ کول. تر اوسه پورې ما يهوديانو، اِمامانو، مشرانو، آفسرانو، يا بل چا ته هيڅ نۀ وُو وئيلى چې څوک به دا کار کوى.</verse>
				<verse number="17">خو بيا ما هغوئ ته ووئيل، ”ګورئ مونږ په دې وجه په تکليف کښې يُو چې يروشلم تباه شوے دے او د دې دروازې سوزولے شوې دى. راځئ چې د يروشلم دېوالونه بيا جوړ کړُو او د دې بې‌عزتۍ نه ځان خلاص کړُو.“</verse>
				<verse number="18">او ما هغوئ ته ووئيل چې خُدائ پاک زما څنګه مل وو او هغه څۀ مې ورته ووئيل چې ما ته بادشاه وئيلى وُو. نو هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”راځئ چې د دېوالونو په جوړولو بيا شروع وکړُو.“ او هغوئ د نېکۍ په دې کار کولو باندې شروع وکړه.</verse>
				<verse number="19">کله چې سنبلط حورونى، عمونى طوبياه او جشم نومې يو عربے زمونږ د منصوبې نه خبر شول، نو هغوئ په مونږ پورې ټوقې او مسخرې وکړې او وې وئيل، ”تاسو دا څۀ شروع کړى دى؟ ولې تاسو د بادشاه خِلاف بغاوت کول غواړئ؟“</verse>
				<verse number="20">ما جواب ورکړو، ”د آسمان خُدائ پاک به مونږ له کاميابى راکړى. مونږ د هغۀ خِدمت کوونکى يُو او مونږ کار شروع کوُو. خو تاسو په يروشلم کښې د جائيداد لرلو هيڅ حق نۀ لرئ، او نۀ حِصه لرئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">بيا مشر اِمام اِلياسب او د هغۀ ملګرو اِمامانو د ګډو دروازه بيا جوړه کړه، هغوئ هغه وقف کړه او دروازې يې په خپل ځائ ولګولې. هغوئ د سلو مينارو پورې دېوال او د حنن‌ايل ميناره پورې دېوال وقف کړو.</verse>
				<verse number="2">د يريحو خلقو ورپسې برخه جوړه کړه. د اِمرى زوئ زکور بله برخه جوړه کړه.</verse>
				<verse number="3">د سناآه قبيلې د کبانو دروازه جوړه کړه. هغوئ تيرونه او دروازې په خپل ځائ باندې ولګولې، د دروازې د تالا کولو دپاره يې سيخونه او زنځيرونه ولګول.</verse>
				<verse number="4">د اورِياه زوئ او د هقوض نمسى مريموت ورپسې برخه جوړه کړه. د برکياه زوئ او د مشيزب‌ايل نمسى مسلام ورپسې برخه جوړه کړه. د بعنه زوئ صدوق بله برخه جوړه کړه.</verse>
				<verse number="5">د تقوع سړو ورپسې برخه جوړه کړه، خو د هغوئ مشرانو د هغه کار کولو نه اِنکار وکړو کوم کار چې هغوئ ته خپلو ټېکدارانو حواله کړے وو.</verse>
				<verse number="6">د فاسح زوئ يويدع او د بسودياه زوئ مسلام د يسانه دروازه بيا جوړه کړه. هغوئ تيرونه او دروازې په خپلو ځايونو کښې ولګول او د تاله کولو دپاره يې په دروازه کښې اړمونه او کُنډې ولګول.</verse>
				<verse number="7">د جبعون ملطياه، د مرونوت يدون او د جبعون او مصفاه سړو ورپسې برخه جوړه کړه چې د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات د حکمران کور پورې حِصه وه.</verse>
				<verse number="8">د حرهياه زوئ عُزى‌اېل زرګر ورپسې برخه جوړه کړه. حننياه عطر جوړوونکى ورپسې برخه جوړه کړه، چې د پلن دېوال پورې حِصه وه.</verse>
				<verse number="9">د يروشلم د نيمې ضِلعې حکمران د حُور زوئ رفاياه ورپسې برخه جوړه کړه.</verse>
				<verse number="10">د حرومف زوئ يدعياه ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ د خپل کور سره نزدې وه. د حسبنياه زوئ حطوش ورپسې برخه جوړه کړه.</verse>
				<verse number="11">د حارِم زوئ مُلکياه او د پخت موآب زوئ حسوب دوئ دواړو ورپسې برخه او د تنور ميناره يې جوړه کړه.</verse>
				<verse number="12">د يروشلم د نورې نيمې ضِلعې حکمران يعنې د هلوحيس زوئ سلوم ورپسې برخه جوړه کړه. د هغۀ لوڼو په دې کار کښې د هغۀ مدد کولو.</verse>
				<verse number="13">حنون او د زنوح ښار اوسېدونکو د وادۍ دروازه بيا جوړه کړه. هغوئ هغه دروازې په خپلو خپلو ځايونو باندې ولګولې، هغوئ د دروازې تالا کولو دپاره په دې کښې سيخونه او زنځيرونه ولګول او د ګند دروازې پورې هغوئ پينځۀ سوه ګزه دېوال بيا جوړ کړو.</verse>
				<verse number="14">د بيت‌هکرم ضِلعې حکمران د ريکاب زوئ مُلکياه د ګند دروازه بيا جوړه کړه. هغۀ دروازې په خپلو ځايونو باندې ولګولې او د دروازې تالا کولو دپاره يې په کښې سيخونه او زنځيرونه ولګول.</verse>
				<verse number="15">د مصفاه ضِلعې حکمران د کولحوزه زوئ سلوم د فوارې دروازه بيا جوړه کړه. هغۀ د دروازې دپاسه چت جوړ کړو، دروازې يې په خپل ځائ باندې ولګولې او سيخونه او زنځيرونه يې په کښې ولګول. د سِلح تالاب سره د شاهى باغ سره نزدې هغۀ دېوال جوړ کړو، دا تر هغه ځائ پورې وو چرته چې د داؤد د ښار نه لاندې پوړۍ کوزې شوې وې.</verse>
				<verse number="16">د بيت‌صور د نيمې ضِلعې حکمران د عُزبق زوئ نحمياه ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د داؤد د خاندان د قبرستان، تالاب او د فوجيانو کورونو پورې وه.</verse>
				<verse number="17">دې ليويانو د هغه دېوال نورې برخې بيا جوړې کړې: د بانى زوئ رحُوم ورپسې برخه جوړه کړه، د قعيله د نيمې ضِلعې حکمران، حسبياه د خپلې ضِلعې د طرفه ورپسې برخه جوړه کړه،</verse>
				<verse number="18">د قعيله د نورې نيمې ضِلعې د حکمران د حنداد زوئ باوى ورپسې برخه جوړه کړه،</verse>
				<verse number="19">د مصفاه حکمران د يشوَع زوئ ايصر د وسلې د ګودام په مخکښې ورپسې حِصه جوړه کړه، دا تر هغه ځائ پورې وه چرته چې دېوال تاويږى،</verse>
				<verse number="20">د زبى زوئ باروک ورپسې برخه جوړه کړه، دا تر هغه ځائ پورې وه چرته چې د مشر اِمام اِلياسب کور ته د ننوتلو دروازه وه،</verse>
				<verse number="21">د اورِياه زوئ او د هقوض نمسى مريموت ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د اِلياسب د کور تر آخرى سر پورې رسېدلې وه.</verse>
				<verse number="22">دې اِمامانو د دېوال يو څو نورې برخې بيا جوړې کړې: د يروشلم د ګېرچاپېره علاقې نه اِمامانو ورپسې برخه بيا جوړه کړه،</verse>
				<verse number="23">بنيامين او د حسوب ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغوئ کورونو ته مخامخ وه، د معسياه زوئ او د عننياه نمسى عزرياه ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ د کور مخې ته وه،</verse>
				<verse number="24">د حنداد زوئ بِنوئى ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د عزرياه د کور نه واخله د دېوال د ګوټ پورې وه،</verse>
				<verse number="25">د اُوزى زوئ فالال ورپسې برخه جوړه کړه، د دېوال د ګوټ نه او د څوکيدارۍ دربار ته نزدې د محل برنۍ مينارې نه يې شروع وکړه، د پرعوس زوئ فداياه ورپسې برخه جوړه کړه، دا برخه د هغه ځائ پورې وه چې نمرخاتۀ طرف ته يې د اوبو دروازه او د خُدائ پاک د کور د څوکيدارۍ اوچته ميناره وه. دا برخه د ښار د هغه حِصې سره نزدې وه چې نوم يې عوفل وو، چرته چې د خُدائ پاک د کور کاريګران اوسېدل.</verse>
				<verse number="26"></verse>
				<verse number="27">د تقوع سړو ورپسې برخه جوړه کړه، د هغوئ دوېمه برخه، د هغه ځائ نه واخله چې د خُدائ پاک د کور د څوکيدارۍ د لوئې مينارې مخامخ وه د هغې نه واخله تر عوفل سره نزدې دېوال پورې وه.</verse>
				<verse number="28">د اِمامانو يوې قبيلې ورپسې برخه جوړه کړه، چې شمالى طرف ته د آسونو د دروازې نه تلې وه، هر يو د خپل کور په مخکښې حِصه جوړه کړه.</verse>
				<verse number="29">د اِمير زوئ صدوق ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ کور په مخکښې وه. د نمرخاتۀ طرف دروازې څوکيدار د سکانياه زوئ سمعياه ورپسې برخه جوړه کړه.</verse>
				<verse number="30">د شلمياه زوئ حننياه او د صلف شپږم زوئ حنون ورپسې دوېمه برخه جوړه کړه. د برکياه زوئ مسلام ورپسې برخه جوړه کړه، کومه چې د هغۀ کور مخې ته وه.</verse>
				<verse number="31">مُلکياه زرګر ورپسې برخه جوړه کړه، دا تر هغې پورې وه چې کوم کور د خُدائ پاک د کور کاريګرو او سوداګرو استعمالولو، کوم چې د حاضرۍ دروازې سره وو، دا د هغه کوټې سره نزدې وو چې د شمالى نمرخاتۀ طرف ته د ګوټ دېوال دپاسه وو.</verse>
				<verse number="32">زرګرانو او سوداګرو آخرى برخه جوړه کړه، دا د ګوټ سره د کوټې نه واخله د ګډو د دروازې پورې وه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">کله چې سنبلط خبر شو چې مونږ يهوديانو دېوال جوړول بيا شروع کړى دى، نو هغه سخت غصه شو او مونږ پورې يې خندا شروع کړه.</verse>
				<verse number="2">د خپلو ملګرو او د سامرى فوجيانو په مخکښې يې ووئيل، ”دا بدبخته يهوديان چې څۀ کوى د هغې په حقله يې څۀ خيال دے؟ د هغوئ اراده د ښار بيا جوړولو ده څۀ؟ ولې د هغوئ خيال دا دے چې صِرف د يو څو قربانو پېش کولو په وجه به هغوئ هغه دېوال په يوه ورځ کښې جوړ کړى؟ هغوئ د سوزېدلو کاڼو او د ملبې د ډېرى نه د عمارت کاڼى جوړولے شى څۀ؟“</verse>
				<verse number="3">طوبياه هلته د هغۀ په څنګ کښې ولاړ وو او دا خبره يې وکړه، ”هغوئ څۀ قسم دېوال جوړولے شى؟ داسې چې يو لومبړه يې هم راغورزولے شى.“</verse>
				<verse number="4">ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، د هغوئ خندا واوره چې په مونږ پورې يې کوى، د هغوئ کنځل دې هم هغوئ ته بلا شى. هغوئ دې وتښتولے شى او پردى مُلک ته دې قېديان بوتلے شى.</verse>
				<verse number="5">هغوئ چې کوم بد عمل کوى هغه مۀ معاف کوه او د هغوئ ګناهونه مۀ هېروه، ځکه چې مونږ کله دېوال جوړولو نو هغوئ زمونږ بې‌عزتى کړې ده.“</verse>
				<verse number="6">نو مونږ د دېوال په جوړولو باندې لګيا وُو او دا دېوال زر د نيم اوچتوالى پورې جوړ شو، ځکه چې خلقو به په شوق سره د دې کار کولو.</verse>
				<verse number="7">خو کله چې سنبلط، طوبياه، او د عربو، د عمون او د اشدود خلقو واورېدل چې د يروشلم د دېوال د بيا جوړېدلو کار شروع شوے وو او چې د دېوال غورزېدلى ځايونه بيا جوړيږى نو هغوئ سخت غصه شُو.</verse>
				<verse number="8">نو هغوئ ټولو دا منصوبه جوړه کړه چې راشى او په يروشلم باندې حمله وکړى او ګډوډى پېدا کړى،</verse>
				<verse number="9">خو مونږ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو او د هغوئ خِلاف مو شپه او ورځ په څوکيدارۍ باندې سړى ولګول.</verse>
				<verse number="10">د يهوداه خلقو يوه سندره لرله او هغوئ ووئيله، ”مونږ مزدوران کمزورى شوى يُو، دومره ماتې خَښتې به څنګه اوچتوُو. مونږ دا دېوال نن څنګه جوړ کړُو؟“</verse>
				<verse number="11">زمونږ د دشمنانو خيال دا وو چې مونږ به خپل دشمنان ونۀ ګورو او نۀ به تر هغې پورې دا پته راته ولګى چې څۀ کيږى چې ترڅو پورې هغوئ مونږ ته رارسېدلى نۀ وى، مونږ به ووژنى او زمونږ کار به بند کړى.</verse>
				<verse number="12">خو چې زمونږ د دشمنانو سره کوم يهوديان اوسېدل هغوئ وخت په وخت راتلل او چې زمونږ دشمنانو زمونږ خِلاف کومې منصوبې جوړولې نو د هغې نه به يې خبرولو.</verse>
				<verse number="13">نو ما خلقو له تُورې، نېزې او غشى ورکړل او قبيله په قبيله مې د دېوال شاته په هغه ځايونو کښې ودرول چرته چې کار لا ختم شوے نۀ وو.</verse>
				<verse number="14">ما ته پته ولګېده چې خلق يرېدلى وُو، نو ما هغوئ، او د هغوئ مشرانو او آفسرانو ته ووئيل، ”زمونږ د دشمنانو نه مۀ يرېږئ. ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ډېر لوئ او يروونکے دے او ستاسو وطندارانو، ستاسو زامنو، لوڼو، ښځو او ستاسو د کورونو دپاره جنګ وکړى.“</verse>
				<verse number="15">زمونږ دشمنان خبر شول چې مونږ ته دا پته لګېدلې ده چې هغوئ څۀ منصوبه جوړوله او چې خُدائ پاک د هغوئ منصوبې خرابې کړې دى. نو مونږ ټول د دېوال د بيا جوړولو دپاره واپس روان شُو.</verse>
				<verse number="16">د هغه وخت نه واخله زما نيمو سړو به کار کولو او نيم کسان به د څوکيدارۍ دپاره ولاړ وُو. هغوئ زغرې اغوستې وې او نېزې، ډالونه او غشى ورسره وُو. او زمونږ مشرانو د خلقو سره پوره مدد کولو،</verse>
				<verse number="17">يعنې د هغه خلقو سره چا چې دېوال جوړولو. چې کومو کسانو به د عمارت سامان وړلو نو هغوئ به هم په يو لاس باندې کار کولو او په بل لاس کښې به يې وسله نيولې وه،</verse>
				<verse number="18">او هر چا به چې د جوړولو کار کولو نو هر يو به په خپله ملا پورې تُوره تړلې وه خو چې کوم سړى به د خبردارى دپاره بيګل غږولو نو هغه به ما سره ايسارېدو.</verse>
				<verse number="19">ما خلقو، د هغوئ آفسرانو او مشرانو ته ووئيل، ”دا کار په دومره ډېره فاصله باندې خور دے چې مونږ په دېوال باندې د يو بل نه ډېر زيات لرې يُو.</verse>
				<verse number="20">کۀ تاسو د بيګل آواز واورئ، نو ما ته راغونډ شئ. زمونږ خُدائ پاک به زمونږ دپاره جنګ کوى.“</verse>
				<verse number="21">نو هره ورځ، د سحر نه واخله د شپې تر هغه وخته پورې چې ستورى به راښکاره شول، زمونږ نيمو کسانو به کار کولو، خو هغه نور نيم به د نېزو سره د څوکيدارۍ دپاره ولاړ وُو.</verse>
				<verse number="22">په هغه وخت کښې ما هغه مشرانو سړو ته ووئيل چې هغوئ او د هغوئ ټول مدد کوونکى به د شپې په يروشلم کښې ايساريږى، نو چې داسې مونږ د شپې د ښار څوکيدارى کوُو او د ورځې به کار کوُو.</verse>
				<verse number="23">ما د شپې هم خپلې جامې نۀ ويستلې، نۀ زما ملګرو، نۀ زما خِدمتګارانو او نۀ زما څوکيدارانو ويستلې. او کۀ مونږ د اوبو دپاره هم تلو نو مونږ ټولو به وسله د ځان سره ساتله.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">څۀ موده وروستو ډېرو سړو او ښځو، د خپلو يهوديانو خِلاف شکايت شروع کړو.</verse>
				<verse number="2">څۀ کسانو ووئيل، ”زمونږ خاندان غټ شوے دے او د ژوندى پاتې کېدو دپاره مونږ ته د خوراک ضرورت دے.“</verse>
				<verse number="3">څۀ کسانو ووئيل، ”مونږ خپل پټى، د انګورو باغونه او خپل کورونه د دې دپاره ګاڼه کړى دى چې د قحط په وخت کښې راته کافى خوراک مِلاو شى.“</verse>
				<verse number="4">خو څۀ کسانو دا هم ووئيل، ”مونږ پېسې قرض کړې وې چې په خپلو پټو او د انګورو په باغونو مو بادشاه له محصُول ورکړى.</verse>
				<verse number="5">مونږ يهوديان د يو نسل نه يُو. ولې زمونږ بچى د هغوئ د بچو په شان نۀ دى؟ خو بيا هم مونږ مجبور يُو چې د خپلو بچو نه غلامان جوړوُو. زمونږ څۀ لوڼه د وړاندې نه د وينځو په توګه خرڅې شوې دى. مونږ په دې وجه بې‌مددګاره يُو چې زمونږ پټى او د انګورو باغونه زمونږ نه اخستے شوى دى.“</verse>
				<verse number="6">کله چې ما د هغوئ شکايتونه واورېدل، نو زۀ غصه شوم.</verse>
				<verse number="7">په دې باندې د سوچ کولو نه پس، ما د خلقو مشران او آفسران ورټل او ورته مې ووئيل، ”تاسو د خپلو خلقو نه سود اخلئ.“ نو ما د دې دپاره د خلقو يو جرګه راوغوښته چې د دې مسئلې حل راوباسو</verse>
				<verse number="8">او ورته مې ووئيل، ”زمونږ چې څومره وس وى نو مونږ خپل هغه يهودى خپلوان واپس اخلو کومو چې خپل ځانونه په غېرو خلقو باندې خرڅ کړى دى. خو اوس تاسو خپل رشته‌داران او خپل خلق دې ته مجبوروئ چې خپل ځانونه په تاسو باندې خرڅ کړى.“ مشران خاموش ولاړ وُو او د وئيلو دپاره ورسره هيڅ هم نۀ وُو.</verse>
				<verse number="9">بيا ورته ما ووئيل، ”تاسو چې څۀ کوئ دا ټيک نۀ دى. په کار دى چې تاسو زمونږ د خُدائ پاک نه په يره کښې ژوند تېر کړئ نو چې مونږ د غېرو قومونو د دشمنانو د پېغور نه خپل ځانونه بچ کړُو.</verse>
				<verse number="10">ما خلق دې ته پرېښى دى چې زما نه پېسه او غله قرض واخلى او هم زما د ملګرو او خلقو نه چې زما دپاره کار کوى. نو راځئ چې دا سود اخستل بند کړُو.</verse>
				<verse number="11">نو تاسو به نن خامخا هغوئ له د هغوئ پټى، د انګورو باغونه، د زيتُونو ونې او د هغوئ کورونه واپس ورکوئ. او لکه کله چې مو پېسې، غله، د انګورو نوى مے او د زيتُونو تېل قرض ورکول او چې کوم سود مو ترې نه اخستے دے هغه واپس ورکړئ.“</verse>
				<verse number="12">مشرانو ورته ووئيل، ”تا چې څۀ ووئيل مونږ به هغه هم دغه شان وکړُو. مونږ به جائيدادونه واپس کړُو او د قرض د راغونډولو کوشش به نۀ کوُو.“ نو ما اِمامان راوغوښتل او د هغوئ په مخکښې مې د مشرانو نه دا قسم واخستلو چې هغوئ اوس اوس کومه وعده وکړه نو هغه به پوره کوى.</verse>
				<verse number="13">نو ما خپله لمن وڅنډله او ومې وئيل، ”کۀ تاسو دا وعده پوره نۀ کړه، نو خُدائ پاک دې تاسو د خپلو کورونو او خپلو جائيدادونو نه داسې وڅنډى.“ نو ټولو خلقو په جواب کښې ووئيل، ”آمين“ او هغوئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړو. او خلقو هم هغه شان وکړل چې څنګه يې وعده کړې وه.</verse>
				<verse number="14">په هغه ټولو دولسو کالو کښې چې زۀ د يهوداه د مُلک حکمران وم، د ارتخششتا د سلطنت د شلم کال نه د هغۀ د بادشاهۍ د دوه دېرشم کال پورې، نۀ ما او نۀ زما خپلوانو هغه خوراک خوړلے دے چې کوم د حکمران دپاره مقرر وو.</verse>
				<verse number="15">زما نه مخکښې به چې کوم يو حکمران هم په دفتر کښې وو هغه به په خلقو بوج وو. د ميو او د خوراک دپاره به يې هره ورځ ترې نه څلوېښت د سپينو زرو سيکې غوښتې. د هغوئ نوکرانو به هم د خلقو سره زياتے کولو. خو ما به د هغوئ په شان کار نۀ کولو، ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه يرېدلم.</verse>
				<verse number="16">ما خپل ځان د دېوال د بيا جوړولو دپاره وقف کړے وو او هيڅ جائيداد مې نۀ اخستلو. هر چا چې زما دپاره کار کولو نو هغه د دېوال په بيا جوړېدو کښې شريک وُو.</verse>
				<verse number="17">ما به د خپل دسترخوان نه هره ورځ يو نيم سل يهوديانو او د هغوئ مشرانو له روټۍ ورکوله. دا د هغه ټولو خلقو نه علاوه وُو کوم چې د ګېرچاپېره مُلکونو نه ما له راغلى وُو.</verse>
				<verse number="18">هره ورځ به مې يو غوَيے، شپږ ښۀ ګډان او ډېرې چرګې تيارولې او په هره لسمه ورځ مې د انګورو د تازه ميو بندوبست کولو. خو بيا هم ما هغه پېسې نۀ غوښتلې کومې چې د حکمران دپاره مقررې وې، ځکه چې خلقو ډېر دروند بوج برداشت کولو.</verse>
				<verse number="19">نو اے خُدايه پاکه، زۀ ستا نه سوال کوم چې زما هغه هر يو کار ياد ساته چې ما د دې خلقو دپاره کړے دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">سنبلط، طوبياه، عربى جشم او زمونږ نور دشمنان خبر شول چې مونږ د دېوال جوړول ختم کړى دى او چې په دې کښې يو مات ځائ هم پاتې نۀ دے، اګر چې مونږ د دروازو په ځايونو کښې دروازې هم لا نۀ وې لګولې.</verse>
				<verse number="2">نو سنبلط او جشم ما له يو پېغام راولېږلو، دا مشوره يې راکوله چې د اونو په مېدان کښې په يو کلى کښې زۀ د هغوئ سره مِلاو شم. خو ما ته پته ولګېده چې دا ما ته د هغوئ د نقصان رسولو يوه منصوبه وه.</verse>
				<verse number="3">ما هغوئ له پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”زۀ يو اهم کار کوم او لاندې نۀ شم درتلے. صِرف تاسو سره مِلاوېدو دپاره خپل کار نۀ شم بندولے.“</verse>
				<verse number="4">هغوئ څلور ځلې ما له هم دغه پېغام رالېږلو او هر ځل ما هغوئ له هم دغه جواب ورولېږلو.</verse>
				<verse number="5">بيا سنبلط خپل يو نوکر ما له د پينځم پېغام سره راولېږلو، دا د خط په شکل کښې وو او دا خط کولاو وو.</verse>
				<verse number="6">ما ولوستلو، ”جشمه ووئيل چې په ګاونډيانو کښې دا افواه خوره ده چې تۀ او يهوديان د بغاوت اراده لرئ نو دا ځکه تاسو دا دېوال بيا جوړَوئ. هغۀ دا هم ووئيل چې ستا منصوبه دا ده چې خپل ځان بادشاه کړې</verse>
				<verse number="7">او تا د يو څو پېغمبرانو بندوبست کړے دے چې په يروشلم کښې دا اِعلان وکړى چې تۀ د يهوداه بادشاه يې. خو بادشاه سلامت به يقيناً د دې نه خبر شى، نو ځکه زۀ دا مشوره درکوم چې مونږ دواړه مِلاو شُو چې په حالاتو باندې خبرې وکړُو.“</verse>
				<verse number="8">نو ما هغۀ له جواب ورولېږلو، ”تۀ چې څۀ وائې په هغۀ کښې هيڅ هم رښتيا نشته. دا هر څۀ تا د خپل ځان نه جوړ کړى دى.“</verse>
				<verse number="9">د هغوئ دا کوشش وو چې مونږ ويروى چې کار بند کړُو. خو ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، ما له طاقت راکړه.“</verse>
				<verse number="10">په هغه وخت زۀ د مهيطب‌اېل نمسى او د دلاياه زوئ سمعياه سره مِلاوېدو له لاړم، چې هغه د دې قابل نۀ وو چې د خپل کور نه لاړ شى. هغۀ ما ته ووئيل، ”زۀ او تۀ به لاړ شُو او د خُدائ پاک د کور په مقدس ځائ کښې به دواړه پټ شُو او دروازې به تالا کړُو، ځکه چې هغوئ ستا د وژلو دپاره راروان دى. نو هغوئ به ستا د وژلو دپاره د شپې راشى.“</verse>
				<verse number="11">ما په جواب کښې ورته ووئيل، ”زۀ داسې سړے نۀ يم چې وتښتم او پټ شم. ستا خيال دا دے څۀ چې زۀ به د خپل ژوند د بچ کولو دپاره د خُدائ پاک په کور کښې پټېږم؟ زۀ به داسې نۀ کوم.“</verse>
				<verse number="12">کله چې ما په دې باندې سوچ وکړو، نو ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک د سمعياه سره خبرې نۀ دى کړې، خو طوبياه او سنبلط هغۀ له د دې دپاره رشوت ورکړے دے چې ما له دا خبردارے راکړى.</verse>
				<verse number="13">هغوئ هغۀ له د دې دپاره پېسې ورکړې وې چې ما ويروى او زۀ ګناه وکړم، نو چې هغوئ زما شُهرت خراب کړى او ما سپک کړى.</verse>
				<verse number="14">ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، چې طوبياه او سنبلط څۀ کړى دى هغه ياد ساته او سزا ورکړه. هغه ښځه نوعيدياه او نور ټول پېغمبران ياد ساته چا چې زما د يرولو کوشش کړے دے.“</verse>
				<verse number="15">د کار دوه پنځوسمې ورځې نه پس د الول د مياشتې په پينځويشتمه ورځ ټول دېوال ختم شو.</verse>
				<verse number="16">کله چې په ګېرچاپېره مُلکونو کښې زمونږ دشمنان د دې نه خبر شول، نو هغوئ ويرېدل او خپل ځانونه ورته کمزورى ښکاره شول، ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دا کار د خُدائ پاک د مدد سره شوے دے.</verse>
				<verse number="17">په دې ټول وخت کښې د يهوديانو مشرانو او طوبياه يو بل ته ډېر خطونه لېږل رالېږل.</verse>
				<verse number="18">په يهوداه کښې ډېرو خلقو د طوبياه ملګرتيا ځکه کوله چې د هغۀ سخر د ارخ زوئ سکانياه يهودى وو. د دې نه علاوه، د هغۀ زوئ يهوحنان د برکياه د زوئ د مسلام لور وادۀ کړې وه.</verse>
				<verse number="19">طوبياه چې کوم ښۀ کارونه کړى وُو نو خلقو به د هغې ټولو په حقله زما په وړاندې خبرې کولې او ما چې څۀ وئيل نو هغه به يې طوبياه ته وئيل. او هغۀ زما د يرولو دپاره خطونه رالېږل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">نو دېوال بيا جوړ شو، ټولې دروازې په خپلو ځايونو کښې ولګولے شوې او څوکيداران، حمد ويونکى او ليويان مقرر کړے شول.</verse>
				<verse number="2">ما دوه سړى د يروشلم په ښار باندې مشران مقرر کړل، هغه زما ورور حنانى او د قلعه مشر آفسر حننياه وُو. حننياه اعتمادى سړے وو او هغه د نورو نه زيات د خُدائ پاک نه يرېدو.</verse>
				<verse number="3">ما هغوئ ته ووئيل، ”ترڅو پورې چې نمر تود شوے نۀ وى نو د يروشلم دروازې به نۀ کولاووئ. په کوم وخت کښې چې څوکيداران په ماښام کښې چهټى کوى نو هغوئ دې دروازې بندوى او اړمونه دې ورته واچوى. ما هغوئ ته دا هم ووئيل چې د يروشلم د اوسېدونکو خلقو نه يو څو څوکيداران مقرر کړئ چې څۀ کسانو ته په کښې خاص ځايونه حواله شى او نور دې د خپلو کورونو نه ګېرچاپېره ګشت کوى.“</verse>
				<verse number="4">يروشلم يو لوئ ښار وو، خو ډېر خلق په کښې نۀ اوسېدل او ډېر کورونه په کښې نۀ وُو جوړ شوى.</verse>
				<verse number="5">خُدائ پاک دا خيال زما په زړۀ کښې واچولو چې دا خلق، د هغوئ مشران او آفسران راغونډ کړم او د هغوئ نسب‌نامه وګورم. ما د هغه خلقو حِساب کِتاب پېدا کړو کوم چې اول د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو او ما ته چې کوم معلومات مِلاو شول هغه دا دى:</verse>
				<verse number="6">ډېر جلاوطن شوى کسان د بابل صُوبې نه لاړل او يروشلم او يهوداه ته راواپس شول، هر يو خپل ښار ته راغلو. د هغوئ خاندان په بابل کښې د جلاوطنۍ په دوران کښې د هغه وخت نه اوسېدې چې نبوکدنضر بادشاه هغوئ هلته قېديان بوتلى وُو.</verse>
				<verse number="7">د هغوئ مشران دا وُو، زرُبابل، يشوَع، نحمياه، عزرياه، رعمياه، نحمانى، مردکى، بِلشان، مِسفرت، بِګوئ، نحُوم او بعنه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">تر اوومې مياشتې پورې ټول بنى اِسرائيل په خپلو ښارونو کښې دېره شول. د دې مياشتې په اوله ورځ هغوئ ټول په يروشلم کښې د اوبو دروازې سره دننه د جرګې په ځائ کښې راغونډ شول. هغوئ عزرا عالِم ته ووئيل چې د موسىٰ د شريعت هغه کِتاب راوړى کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له ورکړے وو.</verse>
				<verse number="2">نو عزرا د شريعت کِتاب هغه ځائ ته راوړو او دا د اوومې مياشت اوله ورځ وه چرته چې خلق راغونډ وُو. په هغوئ کښې سړى، ښځې او هغه ماشومان وُو چې د هغوئ عُمر دومره وو چې په دې باندې پوهېدل.</verse>
				<verse number="3">هلته د دروازې سره د جرګې په ځائ کښې هغۀ ورته د سحر وختى نه واخله تر غرمې پورې شريعت لوستلو او هغوئ ټولو ورته په توجو سره غوږ اېښے وو.</verse>
				<verse number="4">عزرا د لرګى د پايو په ممبر باندې ولاړ وو کوم چې د دې موقعې دپاره جوړ شوے وو. دا کسان د هغۀ ښى طرف ته ولاړ وُو، متتياه، سمع، عناياه، اورِياه، خِلقياه، او معسياه، او دا کسان يې ګس طرف ته ولاړ وُو، فداياه، ميسائيل، مُلکياه، حاشوم، حسبدانه، زکرياه او مسلام.</verse>
				<verse number="5">عزرا په داسې اوچت ځائ باندې ولاړ وو چې ټولو خلقو ليدلے شو. چې څنګه هغۀ کِتاب کولاو کړو، نو هغوئ ټول ودرېدل.</verse>
				<verse number="6">عزرا وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د لوئ خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى.“ نو ټولو خلقو خپل لاسونه اوچت کړل او وې وئيل، ”آمين، آمين.“ هغوئ په عبادت کښې ټيټ شول او په زمکه يې مالِک خُدائ ته سجده ولګوله.</verse>
				<verse number="7">بيا هغوئ په خپلو خپلو ځايونو باندې ودرېدل، او دې ليويانو ورته د شريعت تشريح وکړه، يشوَع، بانى، سربياه، يمين، عقوب، سبتى، هودياه، معسياه، قليتاه، عزرياه، يوزبد، حنان او فلاياه.</verse>
				<verse number="8">هغوئ ورته د خُدائ پاک شريعت ولوستلو او د دې تشريح يې ورته وکړه، چې خلق يې په مطلب باندې پوهه شى.</verse>
				<verse number="9">کله چې خلقو ته پته ولګېده چې د شريعت مطالبه څۀ ده، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه. نو نحمياه چې حکمران وو، عزرا چې د شريعت اِمام او عالِم وو او هغه ليويانو چې د شريعت تشريح يې کوله هغوئ ټولو هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”دا ورځ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک دپاره مقدسه ده، نو تاسو له نۀ دى په کار چې غم يا ژړا وکړئ.</verse>
				<verse number="10">نو د خوراک څښاک دپاره خپلو کورونو ته لاړ شئ او په خپل خوراک او ميو کښې د هغه خلقو هم حِصه وکړئ چې چا سره دا څيزونه نۀ وى. نن زمونږ د مالِک خُدائ دپاره يوه مقدسه ورځ ده، نو مۀ خفه کېږئ. د مالِک خُدائ خوشحالى ستاسو د طاقت بنياد دے.“</verse>
				<verse number="11">نو ليويانو خلق قلارول او ورته يې وئيل چې په داسې مقدسه ورځ خفګان مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="12">نو ټول خلق خپلو کورونو ته لاړل او په خوشحالۍ سره يې خوراک څښاک وکړو او په دې خوراک څښاک کښې يې د نورو خلقو حِصه هم وکړه، ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک کلام اورېدلے وو او په هغې پوهه شوى وُو.</verse>
				<verse number="13">په ورپسې ورځ د ډلو مشران چې د هغوئ اِمامان او ليويان هم ورسره وُو، هغوئ عزرا عالِم له لاړل چې د شريعت حُکمونه زده کړى.</verse>
				<verse number="14">هغوئ ته دا پته ولګېده چې هغه شريعت دا حُکم کوى کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه ورکړے وو چې د جونګړو د اختر په دوران کښې دې بنى اِسرائيليان په جونګړو کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="15">نو هغوئ ورته دا اصُول وښودل او ټول يې يروشلم او نورو وړو او غټو ښارونو ته ولېږل، ”غرونو ته لاړ شئ او د نختر، د زيتُونو، د کجورو او د هغه نورو ونو لښتې راؤړئ چې سورے جوړوى، چې د هغه اصُولو په مطابق جونګړې جوړې کړُو چې د شريعت په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.“</verse>
				<verse number="16">نو خلقو څانګې راوړې او د خپلو کورونو په چتونو، په خپلو صحنونو کښې، د خُدائ پاک د کور په دربار کښې او د اِفرائيم دروازې او د اوبو دروازې سره د جرګې په عوامى ځايونو کښې يې جونګړې جوړې کړې.</verse>
				<verse number="17">هغه ټول خلق کوم چې د جلاوطنۍ نه واپس راغلى وُو هغوئ جونګړې جوړې کړې او په هغې کښې اوسېدل او هر يو کس جذباتى او خوشحاله وو. د نون زوئ يشوَع د وخت نه پس داسې نۀ وُو شوى.</verse>
				<verse number="18">د اختر د وړومبۍ ورځې نه واخله تر آخرى ورځې پورې هغوئ هره ورځ د خُدائ پاک د شريعت يوه حِصه لوستله. هغوئ اووۀ ورځې دا اختر وکړو او په اتمه ورځ د اختر د ختمېدو اجتماع وشوه، هم هغه شان لکه څنګه چې په شريعت کښې لازمى شوى وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">هم د هغه مياشتې په څليريشتمه ورځ بنى اِسرائيل راغونډ شول، او روژه يې نيولې وه، د ټاټ جامې يې اغوستې وې او په خپلو سرونو باندې يې خاورې اچولې وې.</verse>
				<verse number="2">ټولو بنى اِسرائيلو د پردى وطن د خلقو نه ځانونه جدا کړى وُو. بيا هغوئ ودرېدل او د هغه ګناهونو اِقرار شروع کړو کوم چې هغوئ او د هغوئ پلار نيکۀ کړى وُو.</verse>
				<verse number="3">تقريباً درې ګينټې هغوئ ولاړ وُو او د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک قانون ورته ولوستلے شو او ورپسې درې ګينټې هغوئ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړو او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت يې وکړو.</verse>
				<verse number="4">هلته د ليويانو په ممبر باندې دا کسان ولاړ وُو، يشوَع، بانى، قدمى‌اېل، شبنياه، بُنى، سربياه، بانى او کنعنياه. هغوئ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته په چغو چغو وژړل.</verse>
				<verse number="5">د ليويانو دې مشرانو خلقو ته آواز وکړو، يشوَع، قدمى‌اېل، بانى، حسبنياه، سربياه، هودياه، شبنياه او فتحياه، او هغوئ ووئيل: ”پاڅئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ثناء صِفت همېشه همېشه کوئ. د هغۀ د شان شوکت والا نوم دې برکتناک وى، دا دې د ټولو صِفتونو او برکتونو نه اوچت وى.“</verse>
				<verse number="6">او بيا بنى اِسرائيلو دا دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، يواځې تۀ مالِک خُدائ يې، تا آسمانونه او د آسمان ستورى جوړ کړى دى. تا زمکه او سمندر او په دې کښې هر څۀ جوړ کړى دى، تا هر څيز له ساه ورکړې ده. آسمانى مخلوق تا ته سجده کوى او ستا عبادت کوى.</verse>
				<verse number="7">مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، تا ابرام غوره کړو، او تا هغه د بابل ښار اُور نه راوويستلو، تا د هغۀ نوم اِبراهيم ته بدل کړو.</verse>
				<verse number="8">تا ته پته ولګېده چې هغه ستا وفادار دے، نو تا د هغۀ سره يو لوظ وکړو. دا لوظ چې د کنعانيانو مُلک به ورکوې، د حِتيانو او اموريانو مُلک، د فرزيانو، يبوسيانو او جرجاسيانو مُلک، چې هغه به داسې يو مُلک وى چې د هغۀ اولاد په کښې اوسيږى. تا خپله وعده ځکه پوره کړه چې تۀ وفادار يې.</verse>
				<verse number="9">تا وکتل چې زمونږ پلار نيکۀ په مِصر کښې څومره کړېدلى وُو، تا د بحرِقُلزم سره د هغوئ د مدد دپاره فرياد واورېدو.</verse>
				<verse number="10">تا د فِرعون خِلاف عجيبه معجزې وکړې، دا معجزې د هغۀ آفسرانو او د هغه مُلک د خلقو خِلاف وې، ځکه چې تا ته پته وه چې هغوئ ستا په خلقو باندې څومره ظلم کولو. تا هغه شُهرت حاصل کړو چې تر ننه پورې يې لرې.</verse>
				<verse number="11">تا د خپلو خلقو دپاره په درياب کښې لار جوړه کړه او هغوئ دې په اوچه زمکه باندې تېر کړل. او چې څوک ورپسې وُو نو هغوئ په ژورو اوبو کښې ډُوب شول، داسې لکه چې يو غضبناک سمندر کښې کاڼے ډوبيږى.</verse>
				<verse number="12">د وريځې د ستنې په ذريعه تا هغوئ د ورځې په وخت بوتلل، او د شپې په وخت دې د اور د ستنې په ذريعه د هغوئ په لار کښې رڼا جوړوله.</verse>
				<verse number="13">د سينا غر سره تۀ د آسمان نه راکوز شوې، تا د خپلو خلقو سره خبرې وکړې او هغوئ ته دې اِنصاف قانون او ښۀ اصُول وښودل.</verse>
				<verse number="14">تا هغوئ ته وښودل چې ستا د سبت ورځ مقدسه وګڼى، او تا د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه هغوئ له خپل قانون ورکړو.</verse>
				<verse number="15">کله چې هغوئ اوږى وُو، نو تا هغوئ له د آسمان نه روټۍ ورکړه، او چې کله هغوئ تږى وُو نو تا د يو کاڼى نه هغوئ له اوبۀ ورکړې. تا هغوئ ته ووئيل چې هغه مُلک قبضه کړئ د کوم چې تا هغوئ له د ورکولو وعده کړې وه.</verse>
				<verse number="16">خو زمونږ پلار نيکۀ مغروره او ضديان شول او ستا د حُکمونو د منلو نه يې اِنکار وکړو.</verse>
				<verse number="17">هغوئ نافرمانى وکړه، تا چې کومې معجزې کړې وې هغه يې هېرې کړې. په خپله سرکشۍ کښې هغوئ يو مشر خوښ کړو چې د مِصر غلامۍ له يې واپس بوځى. خو تۀ بخښونکے خُدائ پاک يې، تۀ مهربان او مينه کوونکے يې، زر نۀ غصه کېږې. ستا رحم لوئ دے، تا هغوئ پرې نۀ ښودل.</verse>
				<verse number="18">هغوئ د سخى په شکل کښې يو بُت جوړ کړو او وې وئيل چې دا هغه خُدائ دے چې تاسو يې د مِصر نه راوويستلئ. مالِکه خُدايه، هغوئ ستا څومره بې‌عزتى وکړه.</verse>
				<verse number="19">خو هغوئ دې هلته په صحرا کښې پرې نۀ ښودل، ځکه چې ستا رحم ډېر لوئ دے. تا نۀ د وريځې او نۀ د اور ستن لرې کړه چې د شپې او ورځې يې ورته لار ښودله.</verse>
				<verse number="20">تا د خپل نېک روح په ذريعه د هغوئ لارښودنه وکړه، تا هغوئ له د خوراک دپاره من ورکولو او د څښلو دپاره دې اوبۀ ورکولې.</verse>
				<verse number="21">په صحرا کښې په ټولو څلوېښتو کالو کښې چې هغوئ ته د څۀ ضرورت وو د هغې هر څۀ بندوبست دې ورله وکړو، د هغوئ جامې هيڅکله زړې نۀ شوې، او د هغوئ پښې ونۀ پړسېدلې.</verse>
				<verse number="22">په قومونو او بادشاهو فتح کولو کښې تا د هغوئ مدد کولو، او تا خپل خلق په هر ځائ کښې آباد کړل. هغوئ د حسبون مُلک فتح کړو، چرته چې سيحون بادشاهى کوله، او د بسن مُلک، چرته چې عوج بادشاه وو.</verse>
				<verse number="23">تا هغوئ له دومره بچى ورکړل لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى، او تا هغوئ راوستل چې هغه مُلک قبضه کړى او هلته اوسيږى هغه مُلک کوم چې تا د هغوئ پلار نيکۀ له د ورکولو وعده کړې وه.</verse>
				<verse number="24">هغوئ د کنعان مُلک قبضه کړو، هلته چې کوم خلق اوسېدل تۀ په هغوئ باندې غالِب راغلې. تا خپلو خلقو له هغه طاقت ورکړو چې د هغوئ سره هغه شان کار وکړى چې څۀ يې خوښه وى څوک چې د کنعان بادشاهان او خلق وُو.</verse>
				<verse number="25">ستا خلقو د پَخو دېوالونو ښارونه قبضه کړل، چې آباده زمکه، د دولت نه ډک کورونه ونيسى، هغه کوهى چې د مخکښې نه کنستلے شوى دى، د زيتُونو ونې، د مېوو ونې او د انګورو باغونه. هغوئ په مړه خېټه خوراک کولو او غټ شول، تا چې کوم ښۀ څيزونه هغوئ له ورکړى وُو د هغه هر څۀ نه يې خوند اخستلو.</verse>
				<verse number="26">خو ستا خلقو سرکشى وکړه او ستا نافرمانى يې وکړه، هغوئ ستا قانون ته شا کړه. هغوئ به هغه پېغمبران وژل چې خبردارے يې ورکولو، کومو چې ورته فرمائيل چې تا ته واپس راوګرځى. هغوئ ستا خِلاف لويه ګستاخى کوله،</verse>
				<verse number="27">نو تا هغوئ خپلو دشمنانو ته حواله کړل. په خپلو تکليفونو کښې هغوئ تا ته د مدد دپاره چغه کړه، او په آسمان کښې تا د هغوئ فرياد واورېدو. د خپل لوئ رحم په وجه تا هغوئ له خلاصوونکى ورولېږل چا چې هغوئ د دشمنانو نه بچ کړل.</verse>
				<verse number="28">کله به چې خېر شو، نو هغوئ به ستا خِلاف بيا ګناه وکړه، او تا يو ځل بيا هغوئ دشمنانو ته حواله کړل. خو کله چې هغوئ توبه وويستله او سوال يې وکړو چې هغوئ بچ کړې، نو په آسمان کښې تا وخت په وخت د هغوئ سوال اورېدو او تا د خپل لوئ رحم په وجه هغوئ بچ کول.</verse>
				<verse number="29">تا هغوئ له خبردارے ورکړو چې ستا قانون ته بيا راواپس شى، خو په غرور سره هغوئ ستا قانون و نۀ منلو، اګر چې ستا د قانون منل د ژوند لاره ده. هغه د سخت زړۀ او ضديانو خلقو نافرمانى وکړه او تا ته يې غوږ نۀ نيولو.</verse>
				<verse number="30">ډېر کالونه تا هغوئ ته صبر کولو. تا د خپلو پېغمبرانو په ذريعه هغوئ له خبردارے ورکولو، خو ستا خلقو غوږ نۀ نيولو، نو تا هغوئ نورو قومونو ته حواله کړل چې فتح يې کړى.</verse>
				<verse number="31">خو ستا د لوئ رحم په وجه، تا هغوئ نۀ پرېښودل او نۀ دې تباه کړل. تۀ رحمان او رحيم خُدائ پاک يې.</verse>
				<verse number="32">اے خُدايه پاکه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، تۀ څومره د رُعب والا او طاقتور يې. تۀ په وفادارۍ سره خپل لوظ پوره کوې. د هغه وخت نه کله چې د اسور بادشاهانو په مونږ ظلم کولو، تر اوسه پورې، مونږ څومره کړېدلى يُو. زمونږ بادشاهان، زمونږ مشران، زمونږ اِمامان او زمونږ پېغمبران، زمونږ پلار نيکۀ او زمونږ ټول خلق کړېدلى دى. مونږ چې څومره کړېدلى يُو نو هغه مۀ هېروه.</verse>
				<verse number="33">تا ښۀ وکړل چې مونږ له دې سزا راکړه، اګر چې مونږ ګناه هم کړې ده، خو تا مونږ سره اِنصاف وکړو.</verse>
				<verse number="34">زمونږ بادشاهانو، زمونږ مشرانو او زمونږ اِمامانو، زمونږ پلار نيکۀ ستا قانون نۀ دے منلے. هغوئ ستا قانون او خبردارى ته غوږ نۀ نيولو.</verse>
				<verse number="35">کۀ څۀ هم چې د هغوئ په بادشاهۍ کښې تا هغوئ له لوئ برکت ورکړے وو، کله چې هغوئ په هغه کولاو او آباد مُلک کښې اوسېدل کوم چې تا هغوئ له ورکړے وو، خو بيا هم هغوئ د ګناه نه راونۀ ګرځېدل او نۀ يې ستا خِدمت کړے وو.</verse>
				<verse number="36">نو مونږ تر اوسه په هغه مُلک کښې غلامان يُو چې تا زمونږ پلار نيکۀ له ورکړے وو، چې د هغې په مېوه او پېداوار باندې مزې وکړى.</verse>
				<verse number="37">چې زمکه څۀ پېدا کوى نو هغه بادشاهانو له ځى چې زمونږ د ګناه په وجه تا په مونږ باندې مقرر کړى دى. هغوئ زمونږ او زمونږ د څاروو سره هغه څۀ کوى چې څۀ يې خوښه وى، او مونږ په يوه سخته پرېشانۍ کښې يُو.“</verse>
				<verse number="38">”چې دا هر څۀ شوى دى نو مونږ بنى اِسرائيليان دا پخه ليکلې معاهده کوُو او زمونږ مشران، ليويان او زمونږ اِمامان به په دې باندې خپل مهرونه ولګوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">کومو کسانو چې دستخطونه وکړل هغوئ دا وُو: د حکلياه زوئ نحمياه حکمران. صدقياه،</verse>
				<verse number="2">شراياه، عزرياه، يرمياه، فشحور، امرياه، مُلکياه، حطوش، شبنياه، ملوک، حارِم، مريموت، عبدياه، دانيال، جِنتون، باروک، مسلام، ابياه، ميامين، معزياه، بِلجى او سمعياه.</verse>
				<verse number="3">ليويان: د ازنياه زوئ يشوَع، د حنداد د قبيلې بِنوئى، قدمى‌اېل، شبنياه، هودياه، قليتاه، فلاياه، حنان، ميکا، رِحوب، حسبياه، زکور، سربياه، شبنياه، هودياه، بانى او بنينو.</verse>
				<verse number="4">د خلقو مشران: پرعوس، پخت موآب، عيلام، زتُو، بانى، بُنى، عزجاد، ببى، ادونياه، بِګوئ، عدين، اطير، حزقياه، عزور، هودياه، حاشوم، بِضى، خاريف، عنتوت، نوبى، مګفيعاس، مسلام، حزير، مشيزب‌ايل، صدوق، يدوع، فلطياه، حنان، عناياه، هوسيع، حننياه، حسوب، هلوحيس، فليحا، سوبيق، رحُوم، حسبناه، معسياه، اخياه، حنان، عنان، ملوک، حارِم او بعنه.</verse>
				<verse number="5">مونږ يعنې بنى اِسرائيلو، اِمامانو، ليويانو، څوکيدارانو، سندرغاړو، د خُدائ پاک د کور خِدمتګارانو او هغه نورو ټولو خلقو د خُدائ پاک د قانون د تابعدارۍ په بنياد خپل ځانونه د پردى مُلک د هغه خلقو نه جدا کړى وُو کوم چې زمونږ په مُلک کښې اوسېدل. مونږ د خپلو ښځو او د هغه ټولو بچو سره د کومو عُمر چې پوهېدو ته رسېدلے دے،</verse>
				<verse number="6">مونږ د خپلو مشرانو سره په يو قسم کولو کښې شريک شُو او ومو وئيل چې مونږ کۀ قسم مات کړو نو په مونږ دې لعنت وى او دا چې مونږ به د خُدائ پاک د قانون په مطابق خپل ژوند تېروو، هم هغه قانون کوم چې خُدائ پاک د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه راکړے وو، چې مونږ به هغه هر څۀ منو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې حُکم راکوى، او چې مونږ به د هغۀ ټول قانون او اصُول منو.</verse>
				<verse number="7">مونږ دا وعده وکړه چې د هغه مُلک د غېرو قومونو خلقو له به خپلې لوڼه نۀ ورکوو او د هغوئ لوڼه به خپلو زامنو ته نۀ وادۀ کوُو.</verse>
				<verse number="8">کۀ د پردى مُلک خلق څۀ غله يا بل هر څيز هم د سبت يا په بله هره مقدسه ورځ په مونږ باندې د خرڅولو دپاره راوړى، نو مونږ به يې د هغوئ نه نۀ اخلو. په هر اوؤم کال به مونږ زمکه نۀ کرو او ټول قرضونه به معاف کوُو.</verse>
				<verse number="9">زمونږ هر يو کس به هر کال پينځۀ ګرامه سپين زر د خُدائ پاک د کور د خرچې دپاره په چنده کښې ورکوى.</verse>
				<verse number="10">مونږ به د خُدائ پاک د کور د عبادت دپاره د دې څيزونو بندوبست کوُو، مقدسه روټۍ، د هرې ورځې د غلې نذرانه، هغه ځناور چې هره ورځ د قربانۍ په توګه سوزولے شى، د سبت د ورځو، د نوې مياشتې د اختر او د نورو اخترونو دپاره مقدسې نذرانې، د بنى اِسرائيلو د ګناه کفارې دپاره نذرانې او هغه بل هر يو څيز چې د خُدائ پاک په کور کښې يې ضرورت وى.</verse>
				<verse number="11">زمونږ خلق، اِمامان او ليويان به هر کال پچه اچوى چې دا معلومه کړى چې کومه يوه ډله د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په قربان‌ګاه باندې د سوزولو دپاره لرګو بندوبست کوى او دا به د قانون په مطابق وى.</verse>
				<verse number="12">مونږ به هر کال د خپل وړومبى رېبلے شوى فصل او زمونږ په ونو کښې د وړومبى پېدا شوې مېوې يوه نذرانه د مالِک خُدائ کور ته وړُو.</verse>
				<verse number="13">زمونږ د هر يو کس وړومبے پېدا شوے زوئ به اِمامانو له د خُدائ پاک کور ته بوځُو او هلته به يې د خُدائ پاک د ښودلى شوى قانون په مطابق خُدائ پاک ته وقف کوُو. زمونږ د هر يو کس د غواګانو وړومبے پېدا شوے سخے او زمونږ د هر يو کس وړومبے پېدا شوے ګډُورے يا د چېلۍ بچے به هم وقف کيږى.</verse>
				<verse number="14">مونږ به هر کال اِمامانو له د خُدائ پاک کور ته د وړومبى رېبلى شوى فصل نه جوړې شوې پېړې او د انګورو د ميو خپلې نورې نذرانې، د زيتُونو تېل او هر قِسم مېوې هم وړُو. او مونږ به هغه هر څۀ نه لسمه حِصه ليويانو له راؤړو څۀ چې زمونږ په پټو کښې شوى دى، ځکه چې هغوئ زمونږ په کلو کښې د دې څيزونو د راټولو ذمه وار دى.</verse>
				<verse number="15">کله چې لسمه حِصه راټولولے شى نو د هارون د اولاد اِمامان به ليويانو سره وى. او د هغه ټولې راټولې شوې لسمې حِصې نه به ليويان لسمه حِصه د خُدائ پاک د کور ګودامونو ته يوسى.</verse>
				<verse number="16">بنى اِسرائيل او ليويان به د فصل، ميو او د زيتُونو تېلو برخې هغه ګودامونو ته يوسى چرته چې د خُدائ پاک د کور سامان کېښودلے شى او چرته چې اِمامان، د دروازو څوکيداران او سندرغاړى حاضر وى. مونږ به زمونږ د خُدائ پاک د کور نه مخ نۀ اړوُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">مشران په يروشلم کښې دېره شول او باقى خلقو پچه واچوله چې د هر لسم خاندان نه يو خاندان خوښ کړى چې لاړ شى او د يروشلم په مقدس ښار کښې اوسيږى، خو هغه نور په خپلو ښارونو کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="2">خلقو د هغه ټولو خلقو دپاره برکت وغوښتو چې کوم په رضاکارانه توګه په يروشلم کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="3">د يهوداه په ښارونو کښې بنى اِسرائيل، اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور کاريګران او د سليمان د نوکرانو اولاد په خپلو ښارونو کښې په خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل. دا د يهوداه صُوبې د مشرانو ښاريانو تفصيل دے کوم چې په يروشلم کښې اوسېدل:</verse>
				<verse number="4">د يهوداه قبيلې کسان دا دى: د زکرياه نمسے او د عُزياه زوئ عتاياه. د هغۀ په آباواجداد کښې امرياه، سفطياه او محلل‌اېل شامل وُو، چې د يهوداه زوئ د فارص اولاد وو.</verse>
				<verse number="5">او هم د کولحوزه نمسے او د باروک زوئ معسياه. د هغۀ په آباواجداد کښې حزاياه، عداياه، يويريب او زکرياه شامل وُو، چې د يهوداه د زوئ سيله اولاد وو.</verse>
				<verse number="6">د فارص د اولاد څلور سوه او اتۀ شپېتۀ ښۀ تکړه سړى په يروشلم کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="7">د بنيامين د قبيلې کسان دا دى: د يوئيد نمسے او د مسلام زوئ سلو وو. د هغۀ په نورو آباواجداد کښې فداياه، قولاياه، معسياه، ايتى‌اېل او يشعياه شامل وُو.</verse>
				<verse number="8">د سلو نزدې خپلوان جبى او سلى وُو. ټول نهۀ سوه او اتۀويشت بنيامينيان په يروشلم کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="9">د زِکرى زوئ يوايل د هغوئ مشر وو، د هسينوآه زوئ يهوداه په ښار کښې دوېم مشر آفسر وو.</verse>
				<verse number="10">اِمامان: د يويريب زوئ يدعياه او يکين.</verse>
				<verse number="11">شراياه زوئ د خِلقياه، زوئ د مسلام، زوئ د صدوق، زوئ د مرايوت، زوئ د اخيطوب، څوک چې د خُدائ پاک د کور مشر اِمام وو.</verse>
				<verse number="12">د دې قبيلې ټولو اتۀ سوه او دوويشتو کسانو د خُدائ پاک په کور کښې خِدمت کولو. د فللياه نمسے او د يروحام زوئ عداياه. د هغۀ په آباواجداد کښې امصى، زکرياه، فشحور او مُلکياه شامل وُو.</verse>
				<verse number="13">د هغۀ د قبيلې ټول دوه سوه او دوه څلوېښت کسان د کورَنو مشران وُو. د اخزائى نمسے او د عزراېل زوئ امشى. د هغۀ په آباواجداد کښې اِمير او مسلموت شامل وُو.</verse>
				<verse number="14">د هغۀ د قبيلې يو سل او اتۀويشت کسان ښۀ تکړه فوجيان وُو. د هغوئ مشر زبدى‌اېل وو چې د هجدوليم زوئ وو.</verse>
				<verse number="15">ليويان: د عزريقام نمسے او د حسوب زوئ سمعياه. د هغۀ په آباواجداد کښې حسبياه او بُنى شامل وُو.</verse>
				<verse number="16">سبتى او يوزبد، د خُدائ پاک د کور نه د بهر کار مشران وُو.</verse>
				<verse number="17">د زبدى نمسے او د ميکا زوئ متنياه چې د آسف د اولاد نه وو. هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د عبادت په وخت کښې د حمد‌و‌ثناء رهنمائى کوله. او بقبوقياه په متنياه پسې دوېم سړ‌ے وو. د جلال نمسے او د سموع زوئ عبدا د يدوتون د اولاد نه وو.</verse>
				<verse number="18">د يروشلم په مقدس ښار کښې ټول دوه سوه او څلور اتيا ليويان اوسېدل.</verse>
				<verse number="19">د خُدائ پاک د کور څوکيداران: عقوب، طلمون او د هغوئ خپلوان، ټول يو سل او دوه اويا کسان وُو.</verse>
				<verse number="20">نور بنى اِسرائيليان او پاتې اِمامان او ليويان د يهوداه په ښارونو کښې په خپلو خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="21">د خُدائ پاک د کور خِدمتګاران د يروشلم په هغه برخه کښې اوسېدل چې نوم يې عوفل وو او هغوئ د ضيحا او جِسفا د مشرۍ لاندې کار کولو.</verse>
				<verse number="22">د ليويانو هغه مشر چې په يروشلم کښې اوسېدو هغه د حسبياه نمسے او د بانى زوئ عُزى وو. د هغۀ په پلارانو نيکونو کښې متنياه او ميکا شامل وُو او هغه د آسف د قبيلې نه وو. دا هغه ډله وه چې د دې کسان د خُدائ پاک په کور کښې د موسيقۍ ذمه وار وُو.</verse>
				<verse number="23">د دې دپاره شاهى اصُول مقرر وُو چې قبيلې به هره ورځ د خُدائ پاک د کور په موسيقۍ کښې مشرى څنګه کوى.</verse>
				<verse number="24">د يهوداه قبيلې د زارح د قبيلې د مشيزب‌ايل زوئ فتحياه د فارس په دربار کښې د بنى اِسرائيلو نمائندګى کوله.</verse>
				<verse number="25">ډېر خلق د خپلو پټو سره نزدې په کلو کښې اوسېدل. څۀ کسان چې د يهوداه د قبيلې وُو نو هغوئ په قِريَت‌اربع، ديبون، يقبضى‌اېل او د دې ښارونو سره نزدې کلو کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="26">هغوئ د يشوَع، مولاده او بيت‌فِلِط په ښارونو کښې هم اوسېدل،</verse>
				<verse number="27">او داسې په حصارسعول، بيرسبع او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې هم اوسېدل.</verse>
				<verse number="28">هغوئ د صِقلاج په ښار کښې، مقوناه او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې،</verse>
				<verse number="29">په عين رِمون، صُرعا، يرموت،</verse>
				<verse number="30">په زنوح، عدولام او نزدې کلو کښې اوسېدل. هغوئ په لکيس او په نزدې پټو کښې او په عزيقه او د دې په کلو کښې اوسېدل. نو د يهوداه خلق د بيرسبع نه واخله د هنوم وادۍ پورې اوسېدل.</verse>
				<verse number="31">د بنيامين قبيلې خلق په دې ځايونو کښې اوسېدل، جبعه، مِکماس، عياه، بيت‌ايل او د دې نزدې کلو کښې،</verse>
				<verse number="32">په عنتوت، نوب، عننياه،</verse>
				<verse number="33">حصور، راما، جيتم،</verse>
				<verse number="34">حاديد، صبوئيم، نبلا‌ط،</verse>
				<verse number="35">لد، اونو او په هغه وادۍ کښې چې چرته کاريګر اوسېدل.</verse>
				<verse number="36">د ليويانو څۀ قبيلې کومې چې د يهوداه په علاقه کښې اوسېدلې وې هغوئ د بنيامين د خلقو سره اوسېدو دپاره ولېږل شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">دا د هغه اِمامانو او ليويانو تفصيل دے کوم چې د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل او د مشر اِمام يشوَع سره د جلاوطنۍ نه راواپس شول.</verse>
				<verse number="2">اِمامان دا وُو: شراياه، يرمياه، عزرا، امرياه، ملوک، حطوش، سکانياه، رحُوم، مريموت، عدو، جِنتو، ابياه، ميامين، معدياه، بِلجاه، سمعياه، يويريب، يدعياه، سلو، عموق، خِلقياه او يدعياه. د يشوَع په وخت کښې دا سړى د خپلو ملګرو اِمامانو مشران وُو.</verse>
				<verse number="3"></verse>
				<verse number="4"></verse>
				<verse number="5"></verse>
				<verse number="6"></verse>
				<verse number="7"></verse>
				<verse number="8">ليويان: دا کسان د شُکر ګزارۍ حمد‌و‌ثناء مشران وُو، يشوَع، بِنوئى، قدمى‌اېل، سربياه، يهوداه او متنياه.</verse>
				<verse number="9">دې کسانو ورسره آواز نيولو، بقبوقياه، عُنى او د هغوئ ملګرو ليويانو.</verse>
				<verse number="10">يشوَع د يويقيم پلار وو، يويقيم د اِلياسب پلار وو، اِلياسب د يويدع پلار وو،</verse>
				<verse number="11">يويدع د يونتن پلار وو، او يونتن د يدوع پلار وو.</verse>
				<verse number="12">کله چې يويقيم مشر اِمام وو، نو دا اِمامان د اِمامانو د قبيلې مشران وُو: د شراياه قبيلې اِمام مراياه، د يرمياه قبيلې اِمام حننياه، د عزرا قبيلې اِمام مسلام، د امرياه قبيلې اِمام يهوحنان، د مُلکُو قبيلې اِمام يونتن، د شبنياه قبيلې اِمام يوسف، د حارِم قبيلې اِمام عدنا، د مرايوت قبيلې اِمام حلقى، د عدو قبيلې اِمام زکرياه، د جِنتون قبيلې اِمام مسلام، د ابياه قبيلې اِمام زِکرى، د مينامين قبيلې يو اِمام هم وو. د معدياه قبيلې اِمام فِلطى، د بِلجاه قبيلې اِمام سموع، د سمعياه قبيلې اِمام يونتن، د يويريب قبيلې اِمام متنى، د يدعياه قبيلې اِمام عُزى، د سلى قبيلې اِمام قلى، د عموق قبيلې اِمام عِبر، د خِلقياه قبيلې اِمام حسبياه، د يدعياه قبيلې اِمام نتنى‌ايل.</verse>
				<verse number="13"></verse>
				<verse number="14"></verse>
				<verse number="15"></verse>
				<verse number="16"></verse>
				<verse number="17"></verse>
				<verse number="18"></verse>
				<verse number="19"></verse>
				<verse number="20"></verse>
				<verse number="21"></verse>
				<verse number="22">کله چې اِلياسب، يويدع، يوحانان او يدوع مشران اِمامان وُو نو د ليويانو د مشرانو فهرست تيار شو او هم داسې د فارس بادشاه داريوس په زمانه کښې د اِمامانو د کورَنو د مشرانو حِساب کِتاب ساتلے شوے وو.</verse>
				<verse number="23">د اِلياسب نمسى د يوحانان وخت پورې د ليويانو د کورَنو مشرانو حِساب کِتاب د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شو.</verse>
				<verse number="24">دا د ليويانو د کورَنو مشران دى: حسبياه، سربياه، يشوَع، بِنوئى، قدمى‌اېل. په هغه وخت کښې به دوو ډلو يو بل ته مخامخ نمبر په نمبر د خُدائ پاک ثناء صِفت کولو او د هغۀ شُکر به يې ادا کولو. دا به يې د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه ورته ښودلى وُو.</verse>
				<verse number="25">د خُدائ پاک د کور دا څوکيداران د خُدائ پاک د کور د دروازو سره د ګودامونو مشران وُو: متنياه، بقبوقياه، عبدياه، مسلام، طلمون او عقوب.</verse>
				<verse number="26">دا خلق د يوصدق نمسى او د يشوَع زوئ يويقيم په وخت کښې هلته اوسېدل او د نحمياه حکمران په وخت کښې او د عزرا په وخت کښې چې اِمام او د شريعت عالِم وو.</verse>
				<verse number="27">کله چې د يروشلم د ښار دېوال وقف کېدلو، نو ليويان د هغه ټولو ځايونو نه راوستلے شول چرته چې هغوئ اوسېدل، هغوئ د دې دپاره راوستلے شول چې د وقف کېدو په جشن کښې د شُکر ګزارۍ د سندرو سره او د چمټو او بينجو د موسيقۍ سره شريک شى.</verse>
				<verse number="28">د ليويانو کورَنو سندرغاړى د هغه علاقې نه راغونډ شول چرته چې هغوئ اوسېدل. هغوئ د يروشلم ګېرچاپېره علاقې نه او د نطوفه نه ګېرچاپېره د وړو ښارونو نه،</verse>
				<verse number="29">او د بيت‌جِلجال، جبعه او عزماوت نه راغلل.</verse>
				<verse number="30">اِمامانو او ليويانو د خپلو ځانونو، خلقو، د دروازو او د ښار د دېوال دپاره د پاکوالى رسم ادا کړو.</verse>
				<verse number="31">ما د دېوال دپاسه د يهوداه مشران راغونډ کړل او هغوئ مې د دوو لويو ډلو مشران مقرر کړل چې د ښار نه ګېرچاپېره روان شى او د خُدائ پاک شُکر ادا کوى. اوله ډله د دېوال دپاسه ښى طرف ته د ډېران دروازې طرف ته لاړه.</verse>
				<verse number="32">هوسعياه د سندرغاړو نه وروستو روان شو، چې د يهوداه نيم مشران ورپسې وُو.</verse>
				<verse number="33">دا اِمامان ورپسې روان شول چې بيګلې يې غږولې: عزرياه، عزرا، مسلام، يهوداه، بنيامين، سمعياه او يرمياه. ورپسې زکرياه زوئ د يونتن، زوئ د سمعياه، زوئ د متنياه، زوئ د ميکاياه، زوئ د زکور، زوئ د آسف راغلۀ.</verse>
				<verse number="34"></verse>
				<verse number="35"></verse>
				<verse number="36">په هغۀ پسې د هغۀ د قبيلې نور کسان وُو: سمعياه، عزراېل، مِللى، جِللى، ماعى، نتنى‌ايل، يهوداه او حنانى. هغوئ ټولو د موسيقۍ هغه شان څيزونه روان کړى وُو کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه غږول. عزرا عالِم د دې جلوس نه وړاندې روان وو.</verse>
				<verse number="37">د فوارې د دروازې سره هغوئ په هغه پوړو باندې وختل کومې چې د داؤد ښار ته تلې وې، د داؤد د محل نه تېر شول او د ښار نمرخاتۀ طرف ته د اوبو دروازې سره دېوال ته واپس شول.</verse>
				<verse number="38">د هغه کسانو بله ډله کومو چې شکريه ادا کوله د دېوال د سر سره ګس طرف ته لاړل او نيم خلق ما سره ورپسې روان وُو. مونږ د تنور د مينارې نه تېر شُو او پلن دېوال ته لاړُو،</verse>
				<verse number="39">او د هغه ځائ نه مونږ د اِفرائيم دروازې نه، يسانه دروازې نه، د کبانو دروازې نه، د حنن‌ايل مينارې او د سلو مينارې نه روان وُو او د ګډو دروازې ته لاړُو. او مونږ خپل تګ د خُدائ پاک د کور دروازې سره نزدې بس کړو.</verse>
				<verse number="40">هغه دواړه ډلو کومو چې د خُدائ پاک شُکر ادا کولو هغه د خُدائ پاک د کور علاقې ته ورسېدلې. زۀ هم د مشرانو نيمې قبيلې سره وم،</verse>
				<verse number="41">زما په ډله کښې دا اِمامان شامل وُو، چې هغوئ بيګلې غږولې: اِلياقيم، معسياه، مينامين، ميکاياه، اليوعينى، زکرياه او حننياه.</verse>
				<verse number="42">او په هغوئ پسې معسياه، سمعياه، اِلى‌عزر، عُزى، يهوحنان، مُلکياه، عيلام او ايصر روان وُو. د دې حمد ويوونکو مشرى ازرخياه کوله او په اوچت آواز يې سندرې وئيلې.</verse>
				<verse number="43">په هغه ورځ باندې ډېرې نذرانې پېش کړے شوې او د خلقو زړونه د خوشحالۍ نه ډک وُو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ ډېر خوشحاله کړى وُو. ښځې او ماشومان په دې جشن کښې شريک وُو او چې هغوئ کوم شور جوړ کړے وو نو هغه تر لرې لرې پورې اورېدے شو.</verse>
				<verse number="44">په هغه وخت کښې څۀ سړى د هغه ګودامونو مشران مقرر شوى وُو، چرته چې د خُدائ پاک د کور دپاره څيزونه کېښودلے شول، په دې کښې نذرانه، وړومبے پېدا شوې غله او لسمه حِصه. دا سړى د مختلفو ښارونو سره نزدې پټو نه د برخو راغونډولو ذمه وار وُو. دا برخې د قانون په مطابق د اِمامانو او ليويانو دپاره وې. د يهوداه ټول خلق د اِمامانو او ليويانو نه خوشحاله وُو.</verse>
				<verse number="45">هغوئ د پاکوالى رسمونه او هغه نور رسمونه ادا کول د کومو چې خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. د خُدائ پاک د کور موسيقارانو او څوکيدارانو هم خپله ذمه وارى د هغه اصُولو په مطابق سر ته رسوله کوم چې داؤد بادشاه او د هغۀ زوئ سليمان جوړ کړى وُو.</verse>
				<verse number="46">ډېر وخت مخکښې د داؤد بادشاه او آسف موسيقار د وخت، موسيقارانو د خُدائ پاک د ثناء صِفت کولو او د شُکر ګزارۍ مشرى کړې وه.</verse>
				<verse number="47">د زرُبابل او نحمياه په زمانه کښې به ټولو بنى اِسرائيلو هره ورځ د خُدائ د کور د سندرغاړو او څوکيدارانو ضرورتونه پوره کول. ليويانو ته به هغه برخه ورکولے کېدله کومه چې هغوئ دپاره مقرر وه او ليويانو به د هغې نه اِمامانو له هغه برخه ورکوله کومه چې د هغوئ دپاره مقرر وه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">کله چې د موسىٰ شريعت خلقو ته په اوچت آواز لوستلے شو، نو هغوئ دې آياتونو ته راغلل چې وائ، يو عمونى او موآبى ته به هم دا اجازت نۀ وى چې د خُدائ پاک په ډله کښې داخل شى.</verse>
				<verse number="2">دا د هغې په وجه کله چې بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر په لار روان وُو نو عمونيانو او موآبيانو هغوئ له اوبۀ او روټۍ نۀ وه ورکړې. او د دې په ځائ بلعام له يې پېسې ورکړې چې په بنى اِسرائيلو باندې لعنت ووائى، خو زمونږ خُدائ پاک هغه لعنت په برکت بدل کړو.</verse>
				<verse number="3">کله چې بنى اِسرائيلو دا حُکم واورېدو نو هغوئ د قوم نه د پردى مُلک ټول خلق وويستل.</verse>
				<verse number="4">اِلياسب اِمام کوم چې د خُدائ پاک د ګودامونو مشر وو، هغه د ډېرې مودې نه د طوبياه ملګرے وو.</verse>
				<verse number="5">هغۀ طوبياه له دا اجازت ورکړو چې يوه لويه کوټه استعمالوى چې به مخکښې په کښې د غلې نذرانو او خوشبويۍ نذرانو د جمع کولو او د خُدائ پاک په کور کښې د استعمالېدونکى سامان دپاره، د اِمامانو د نذرانو دپاره، د غلې د لسمې حصې، د ميو او د زيتُونو هغه تېلو دپاره مخصوصه وه کومه به چې ليويانو، د خُدائ پاک د کور موسيقارانو او د خُدائ پاک د کور څوکيدارانو دپاره وه.</verse>
				<verse number="6">کله چې داسې کېدل، نو زۀ په يروشلم کښې نۀ وم، ځکه چې د بابل بادشاه ارتخششتا د بادشاهۍ په دوه دېرشم کال زۀ هغۀ له واپس ورغلے وم چې خبر ورورسوم. څۀ وخت وروستو ما ته د هغۀ نه اجازت مِلاو شو چې واپس يروشلم ته تلے شى.</verse>
				<verse number="7">کله چې يروشلم ته راواپس شوم نو ما ته د دې بدعملۍ پته ولګېده چې اِلياسب طوبياه له اجازت ورکړے دے چې د خُدائ پاک په کور کښې يوه کوټه استعمالوى.</verse>
				<verse number="8">زۀ سخت غصه شوم او د طوبياه ټول سامان مې بهر وغورزولو.</verse>
				<verse number="9">ما حُکم ورکړو چې د کوټو د پاکوالى رسم دې ادا کړے شى او د خُدائ پاک د کور د سامان، د غلې نذرانې او خوشبوئى دې بيا واپس په خپل ځائ باندې کېښودلے شى.</verse>
				<verse number="10">ما ته دا پته هم ولګېده چې د خُدائ پاک د کور موسيقاران او نور ليويان د يروشلم نه تلى دى او خپلو پټو ته واپس شوى دى، دا ځکه چې خلقو هغوئ له دومره خوراک ورکولے نۀ شو چې ګزاره ورباندې کېدله.</verse>
				<verse number="11">ما آفسران ورټل او ورته مې ووئيل چې د خُدائ پاک د کور خيال ولې نۀ دے ساتلے شوے. او ما ليويان او موسيقاران واپس د خُدائ پاک کور ته راوستل او بيا مې په کار لګيا کړل.</verse>
				<verse number="12">بيا ټول بنى اِسرائيليان يو ځل بيا شروع شول چې د خُدائ پاک د کور ګودامونو ته خپل د غلې لسمه حِصه، مے او د زيتُونو تېل راوړى.</verse>
				<verse number="13">ما دا سړى د ګودامونو مشران مقرر کړل: شلمياه، چې يو اِمام وو، صدوق، چې د شريعت يو عالِم وو، او فداياه ليوے. د متنياه نمسے او د زکور زوئ حنان د هغوئ مددګار وو. دا اعتبارى کسان وُو، او د هغوئ دا ذمه وارى وه چې په ليويانو باندې د سامان په تقسيمولو کښې د ايماندارۍ نه کار واخلى.</verse>
				<verse number="14">زما خُدايه پاکه، ياد ساته دا هر څۀ چې ما ستا د کور او د دې د عبادت دپاره کړى دى او دا مۀ هېروه.</verse>
				<verse number="15">په هغه وخت کښې ما وليدل چې په يهوداه کښې خلقو د سبت په ورځ د انګورو لنګرۍ استعمالوله. او نورو په خپلو خرونو باندې غله، مے، انګور، اينځر او نور څيزونه بار کول او يروشلم ته يې وړل، ما هغوئ له خبردارے ورکړو چې د سبت په ورځ دې هيڅ نۀ خرڅوى.</verse>
				<verse number="16">د صور ښار څۀ خلق په يروشلم کښې اوسېدل او هغوئ کبان او د هر قِسم سامان ښار ته د دې دپاره راوړو چې د سبت په ورځ يې زمونږ په خلقو باندې خرڅ کړى.</verse>
				<verse number="17">ما د يهوداه مشران ورټل او ورته مې ووئيل، ”تاسو خپل دې بد عمل ته وګورئ. تاسو د سبت د ورځې سپکاوے کوئ.</verse>
				<verse number="18">دا بلکل هم هغه کار دے چې خُدائ پاک پرې ستاسو پلار نيکۀ له سزا ورکړه چې کله هغۀ په ښار باندې تباهى راوسته. او تاسو نور زور هم کوئ چې د بنى اِسرائيلو په مُلک باندې د خُدائ پاک نور قهر هم نازل شى ځکه چې د سبت د ورځې سپکاوے کيږى.“</verse>
				<verse number="19">نو ما حُکم ورکړو چې د هر سبت د شروع کېدو نه وړاندې د ښار دروازې په ماښامى کښې بندولے شى او د سبت د ورځې د ختمېدو نه وړاندې دې نۀ شى کولاولے. ما خپل يو څو سړى په دروازو باندې د دې دپاره ودرول چې دا خبره يقينى شى چې د سبت په ورځ به ښار ته هيڅ هم نۀ شى راوړلے.</verse>
				<verse number="20">يو يا دوه ځل سامان خرڅوونکو او سوداګرو د خالى شپه د ښار د دېوالونو نه بهر تېره کړه.</verse>
				<verse number="21">ما هغوئ له خبردارے ورکړو، ”تاسو د دې دېوال سره شپه ولې تېروئ کۀ تاسو بيا داسې وکړل، نو زۀ به تاسو خراب‌تُراب کړم.“ نو د دې نه پس هغوئ د سبت په ورځ بيا رانۀ غلل.</verse>
				<verse number="22">ما ليويانو له حُکم ورکړو چې خپل ځانونه پاک کړئ او لاړ شئ او د دروازو څوکيدارى وکړئ چې د سبت ورځ مقدسه پاتې شى. خُدايه پاکه، ما د دې دپاره هم ياد ساته او د خپلې لوئې مينې په وجه مې بچ کړه.</verse>
				<verse number="23">په هغه وخت کښې ما ته دا پته هم ولګېده چې څۀ يهودى سړو د اشدود، عمون او د موآب د ښځو سره ودونه کړى دى.</verse>
				<verse number="24">د هغوئ نيم اولاد د اشدود ژبه او يا څۀ بله ژبه وئيله او هغوئ زمونږ ژبه نۀ شوه وئيلے.</verse>
				<verse number="25">ما هغه سړو له خبردارے ورکړو، په هغوئ مې لعنت ووئيلو، ومې وهل او وېښتۀ مې ترې نه وويستل. بيا مې ترې نه د خُدائ پاک په نوم باندې دا قسم واخستو چې هغوئ او د هغوئ بچى به هيڅکله د پردى مُلک د خلقو سره ودونه نۀ کوى.</verse>
				<verse number="26">ما ورته ووئيل، ”سليمان د پردى مُلک د ښځو په وجه ګناه وکړه. هغه داسې سړے وو چې هغه د نورو قومونو د هر يو بادشاه نه لوئ وو. خُدائ پاک د هغۀ سره مينه کوله او هغه يې د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک باندې بادشاه جوړ کړے وو، خو بيا هم هغه د پردى مُلک ښځو په ګناه باندې اخته کړو.</verse>
				<verse number="27">نو مونږ به بيا د ګناهِ کبيره داسې عمل څنګه وکړُو چې د خُدائ پاک سره بې‌وفائى وکړُو او د پردى مُلک ښځو سره ودونه وکړُو؟“</verse>
				<verse number="28">يويدع د مشر اِمام اِلياسب زوئ وو، خو د يويدع يو زوئ د بيت‌حورون د ښار د سنبلط د لور سره وادۀ وکړو، نو ما يويدع دې ته مجبور کړو چې يروشلم پرېږدى.</verse>
				<verse number="29">خُدايه پاکه، هغه راپه ياد کړه چې دې خلقو د اِمامت او د هغه لوظ سپکاوے څنګه وکړو چې کوم لوظ تا د اِمامانو او ليويانو سره کړے وو.</verse>
				<verse number="30">نو ما خلق د پردى مُلک د هر يو څيز نه صفا کړل، ما د اِمامانو او ليويانو دپاره اصُول ځکه جوړ کړل چې هر يو کس خپله خپله ذمه وارى وپېژنى،</verse>
				<verse number="31">ما د لرګو بندوبست وکړو چې هغه به د هغه نذرانو په سوزولو کښې استعمالېدل چې کومې نذرانې به په صحيح وخت راوړلے شوې، دا کار مې هم وکړو چې خلق د خپلې وړومبۍ غلې او خپلې وړومبۍ پخې شوې مېوې راوړى. خُدايه پاکه، دا هر څۀ مۀ هېروه او را ياد کړه.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="17">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د فارس په مرکزى ښار سوسه کښې اخسويرس بادشاه د خپل شاهى تخت د هِندوستان نه تر ايتهوپيا پورې په يو سل او اوويشتو صُوبو باندې حکومت کولو.</verse>
				<verse number="2"></verse>
				<verse number="3">د هغۀ د بادشاهۍ په درېم کال هغۀ خپلو ټولو آفسرانو او وزيرانو له يوه لويه مېلمستيا وکړه. د فارس او د مادى فوجى آفسران هم موجود وُو او داسې د صُوبو حکمرانان او عزتمند سړى هم موجود وُو.</verse>
				<verse number="4">په پوره شپږو مياشتو کښې هغۀ د شان او شوکت او عظمت سره د شاهى دربار د ټول دولت نمائش وکړو.</verse>
				<verse number="5">د هغې نه پس، بادشاه ټولو خلقو ته د سوسه په مرکزى ښار کښې يوه لويه مېلمستيا وکړه، چې مالداره او غريبانان په کښې يو شان شامل وُو. دا مېلمستيا پوره يوه هفته جارى وه او دا د شاهى محل په باغونو کښې شوې وه.</verse>
				<verse number="6">دربار د آسمانى رنګ او د سپين رنګ د مالوچو جوړو شوو پړدو باندې ښائسته کړے شوے وو، د سنګِ مرمرو په ستنو باندې د سپينو زرو د کَړو سره د کاسنى رنګ د ښې لټې د مزو سره تړلے شوې وې. د سرو زرو او سپينو زرو کټُونه په دربار کښې اېښودے شوى وُو، د دربار فرش د سپين سنګِ مرمر، سور قيمتى کاڼى، د ځلېدونکې ملغلرو او د آسمانى رنګ د فيروزو نه جوړ شوے وو.</verse>
				<verse number="7">د سرو زرو په پيالو کښې شراب ورکول چې هره يوه پيالۍ به د بلې په شان نۀ وه او بادشاه به په شاهى ميو کښې د سخاوت نه کار اخستلو.</verse>
				<verse number="8">د شرابو په څښلو کښې حد مقرر نۀ وو، بادشاه د محل نوکرانو له حُکم ورکړے وو چې د هر چا زړۀ چې څومره غواړى نو هغه څښلے شى.</verse>
				<verse number="9">هم په دې دوران کښې، د شاهى محل دننه مَلِکه وشتى د ښځو دپاره مېلمستيا کړې وه.</verse>
				<verse number="10">د خپلې مېلمستيا په اوومه ورځ باندې بادشاه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغۀ اووۀ خصيان راوغوښتل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګاران وُو، مهُومان، بِزتا، خربونا، بِګتا، ابګتا، زتار او کرکس.</verse>
				<verse number="11">بادشاه هغوئ ته حُکم وکړو چې مَلِکه وشتى دننه راولئ چې شاهى تاج يې په سر وى. مَلِکه يوه ښائسته ښځه وه او بادشاه غوښتل چې د هغې حُسن آفسرانو او خپلو ټولو مېلمنو ته وښائى.</verse>
				<verse number="12">خو کله چې خِدمتګارانو مَلِکه وشتى ته د بادشاه د حُکم په حقله ووئيل، نو هغې د راتلو نه اِنکار وکړو. نو په دې باندې بادشاه د غصې نه تک سور شو.</verse>
				<verse number="13">نو دا د بادشاهانو رِواج وو چې د قانون او حُکمونو د سوالونو په حقله يې د ماهِرانو رايې معلوموله، نو هغۀ خپل هغه مشيران راوغوښتل، چې هغوئ ته به پته وه چې څۀ کول په کار دى.</verse>
				<verse number="14">کوم مشيران به چې بادشاه له ورتلل نو هغه کارشينا، شتر، ادماتا، ترسيس، مرس، مرسنا او مموکان وُو، دا اووۀ د فارس او مادى هغه آفسران وُو چې په بادشاهۍ کښې يې د ټولو نه اوچتې مرتبې لرلې.</verse>
				<verse number="15">بادشاه دې سړو ته ووئيل، ”ما، يعنې اخسويرس بادشاه، خپل خصيان د يو حُکم سره مَلِکه وشتى ته ولېږل او هغې د دې حُکم د منلو نه اِنکار وکړو. قانون د دې په حقله څۀ وائى چې مونږ د هغې سره څۀ وکړُو؟“</verse>
				<verse number="16">نو مموکان بادشاه او د هغۀ آفسرانو ته ووئيل، ”مَلِکه وشتى نۀ صِرف د بادشاه بې‌عزتى کړې ده بلکې هغې د آفسرانو او د ټول قوم بې‌عزتى يې کړې ده.</verse>
				<verse number="17">د بادشاهۍ هره يوه ښځه چې خبر شى چې مَلِکه څۀ کړى دى نو هغه به خپل خاوند ته سپک کتل شروع کړى. هغوئ به وائى چې اخسويرس بادشاه مَلِکه وشتى له حُکم ورکړو چې راشه، خو هغې اِنکار وکړو.</verse>
				<verse number="18">نن چې د فارس او مادى د شاهى آفسرانو ښځې د مَلِکه د دې کار نه خبر شى نو هغوئ به هم د خپلو خاوندانو سره هم دغه شان د بې‌عزتۍ سلوک کوى او داسې به دا معامله ډېره خرابه شى.</verse>
				<verse number="19">بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو شاهى فرمان جارى کړه چې وشتى دې بيا هيڅکله د بادشاه په مخکښې نۀ حاضريږى. دا حُکم وکړه چې دا د فارس او مادى په قانون کښې وليکلے شى، نو داسې به هيڅوک هم دا نۀ شى بدلولے. بيا د هغې د مَلِکه عهده د هغې نه زياتې حقدارې ښځې له ورکړه.</verse>
				<verse number="20">کله چې ستا د دې فرمان پته په دې لويه بادشاهۍ کښې ولګى، نو هره ښځه به د خپل خاوند ښۀ عزت کوى، کۀ هغه مالداره وى او کۀ غريب وى.“</verse>
				<verse number="21">د بادشاه او د هغۀ د وزيرانو دا خبره خوښه شوه او مموکان چې کومه مشوره ورکړې وه نو بادشاه هم هغه شان وکړل.</verse>
				<verse number="22">هغۀ هرې شاهى صُوبې ته د هغه صُوبې په ژبه او رسم‌الخط کښې يو پېغام ولېږلو، چې په کښې وئيلے شوى وُو چې هر يو خاوند به د خپل کور مشرى کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">وروستو، کله چې د بادشاه غصه سړه شوې وه، نو هغۀ بيا هم د وشتى د عمل او د هغې خِلاف د فرمان په حقله سوچ کولو.</verse>
				<verse number="2">نو د بادشاه خادِمانو هغۀ له مشوره ورکړه، ”مونږ به ستا دپاره يو څو ښائسته ناوادۀ شوې پېغلې ولټوُو.</verse>
				<verse number="3">تۀ د بادشاهۍ په هره يوه صُوبه کښې آفسران مقرر کړه او هغوئ له حُکم ورکړه چې هغوئ ټولې ښائسته پېغلې په مرکزى ښار سوسه کښې ستا د زناناؤ ځائ ته راولى. هيجا څوک چې د بادشاه د زناناؤ مشر دے او خصى دے هغه به د هغوئ خيال ساتى او د هغوئ د سنګار بندوبست به کوى.</verse>
				<verse number="4">نو چې کومه پېغله ستا ډېره خوښه شى نو هغه بوځه او د وشتى په ځائ يې خپله مَلِکه جوړه کړه.“ نو بادشاه ووئيل چې دا يوه ښۀ مشوره ده، نو هغۀ په دې خبره باندې عمل وکړو.</verse>
				<verse number="5">په هغه وخت کښې هلته په سوسه کښې يو يهودى اوسېدو چې نوم يې مردکى وو او هغه د يائير زوئ وو، هغه د بنيامين د قبيلې وو او د قيس او سِمعى د اولاد نه وو.</verse>
				<verse number="6">کله چې د بابل بادشاه نبوکدنضر د يهوداه بادشاه يهوياکين د يروشلم نه بابل مُلک ته بوتلو، د قېديانو يوه ډله هم ورسره وه، او مردکى هم په هغوئ کښې وو.</verse>
				<verse number="7">د هغۀ يوه د ترۀ لور اِستَر وه، چې د هغې عبرانے نوم هدسا وو، هغه يوه ښائسته پېغله وه او ښۀ کړۀ‌وړۀ يې وُو. د هغې د مور او پلار د مرګ نه پس، مردکى هغه اخستې وه او د خپلې لور په توګه يې راوستې وه.</verse>
				<verse number="8">کله چې بادشاه خپل نوے فرمان جارى کړو او ډيرې پېغلې سوسه ته راوستلے شوې، نو اِستَر هم په هغوئ کښې وه. هغه هم په شاهى محل کښې هيجا ته حواله شوه، کوم چې د بادشاه د زناناؤ د ځائ مشر وو.</verse>
				<verse number="9">د هيجا اِستَر خوښه شوه او هغه پرې مِهربانه شو. هغۀ سمدستى د هغې د سنګار او د خاص خوراک بندوبست وکړو. هغۀ ورله د بادشاه د زناناؤ په ځائ کښې د ټولو نه ښۀ ځائ ورکړو او د هغې د خِدمت دپاره يې اووۀ پېغلې مقررې کړې چې د شاهى محل نه په خصوصى توګه خوښې کړې شوې وې.</verse>
				<verse number="10">نو د مردکى د نصيحت په وجه، اِستَر خپل قوم او خاندان پټ ساتلے وو.</verse>
				<verse number="11">مردکى به هره ورځ د بادشاه د ښځو د ځائ نه بهر د دې دپاره ګرځېدو راګرځېدو چې د دې پته ولګوى چې اِستَر څنګه ده او په هغې باندې څۀ کيږى.</verse>
				<verse number="12">د ښځو سنګار يو کال جارى وو، د خوشبودار چيړ د تېلو مالش شپږ مياشتې او د خاص خوشبو او تېلو مالش نورې شپږ مياشتې جارى وو. د هغې نه پس، هره يوه پېغله به وار په وار اخسويرس بادشاه له بوتلے شوه.</verse>
				<verse number="13">کله چې هغه به د بادشاه د ښځو ځائ نه محل ته تله، نو چې هغې به څنګه جامې غوښتلې نو هغه به يې اغوستې.</verse>
				<verse number="14">داسې به وشو چې کله به هغه هلته د ماښام تلله او په ورپسې سحر به هغه د بادشاه د ښځو يو بل ځائ ته بوتلے شوه او شعشجز خصى د هغې خيال ساتلو، چې کوم د بادشاه د وينځو مشر وو. هغه به تر هغې پورې بيا بادشاه له نۀ ورتله ترڅو چې بادشاه به يې ښۀ خوشحاله کړے نۀ وو او بادشاه به هغه په نوم رابللې نۀ وه.</verse>
				<verse number="15">نو هغه وخت راغلو چې اِستَر بادشاه له لاړه شى. اِستَر د ابى‌خېل لور او د مردکى د ترۀ لور وه، چې مردکى هغه د خپلې لور په توګه اخستې وه. کله چې د هغې وار راغلو، نو هغې هم هغه جامې اغوستې وې د کومو مشوره چې د بادشاه د ښځو د کور مشر هيجا نومې خصى له ورکړې وه، اِستَر چې چا هم ليدله نو د هغۀ به خوښېدله.</verse>
				<verse number="16">نو د اخسويرس د بادشاهۍ په اوؤم کال، په لسمه مياشت يعنې د طيبت په مياشت کښې، اِستَر شاهى محل ته اخسويرس بادشاه ته راوستلے شوه.</verse>
				<verse number="17">اِستَر د بادشاه د نورو ټولو پېغلو نه زياته خوښه شوه، نو ځکه يې هغې له زړۀ او مينه ورکړه. هغۀ شاهى تاج ور په سر کړو او د وشتى په ځائ يې مَلِکه جوړه کړه.</verse>
				<verse number="18">بيا بادشاه د اِستَر د درناوى دپاره يوه لويه مېلمستيا وکړه او خپلو ټولو آفسرانو او وزيرانو له يې دعوت ورکړو. هغۀ د ټولې بادشاهۍ دپاره په هغه ورځ د چُهټۍ اِعلان وکړو او هر چا له يې قيمتى تُحفې ورکړې.</verse>
				<verse number="19">په دې دوران کښې بادشاه مردکى د محل آفسر مقرر کړے وو.</verse>
				<verse number="20">اِستَر تر اوسه پورې خپل قوم او خاندان پټ ساتلے وو، لکه څنګه چې مردکى ورته وئيلى وُو. او څنګه چې هغې په ماشوموالى کښې د مردکى خبره منله اوس يې هم منله.</verse>
				<verse number="21">په هغه وخت کښې چې مردکى په محل کښې دفتر ونيولو، بِګتان او ترش، د محل دوه هغه خصيانو کومو چې د اخسويرس بادشاه کوټو ته د ننوتلو د ځائ څوکيدارى کوله، هغوئ د بادشاه خِلاف شول او د هغۀ د وژلو منصوبه يې جوړه کړه.</verse>
				<verse number="22">خو مردکى د دې منصوبې نه خبر شو او دا خبر يې مَلِکه اِستَر ته ورسولو. بيا هغې بادشاه ته ووئيل چې مردکى زۀ د دې نه خبر کړې يم.</verse>
				<verse number="23">کله چې د منصوبې تفتيش وشو او پته ولګېده چې هغه خبر رښتيا وو، نو هغوئ په دار باندې ځوړند کړے شول. بادشاه حُکم وکړو چې دا واقعه دې د شاهى تاريخ په کِتاب کښې وليکلے شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">څۀ موده وروستو اخسويرس بادشاه همان نومې سړى له ترقى ورکړه او د وزيرانو مشر يې جوړ کړو. همان د اجاج د قوم همداتا زوئ وو.</verse>
				<verse number="2">بادشاه خپلو ټولو آفسرانو له حُکم ورکړو چې همان ته د عزت نه ټيټېږئ، خو مردکى يې عزت نۀ کولو او نۀ ورته ټيټېدو.</verse>
				<verse number="3">نورو شاهى آفسرانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”تۀ د بادشاه د حُکم نافرمانى ولې کوې؟“</verse>
				<verse number="4">هغوئ به هره ورځ ورته وئيل، خو هغۀ به ورته غوږ نۀ نيولو. هغۀ به وئيل، ”زۀ همان ته نۀ شم ټيټېدلے ځکه چې زۀ يهودى يم.“ نو هغوئ همان د دې نه خبر کړو، هغوئ غوښتل چې وګورى چې هغه به د مردکى دا رويه برداشت کړى کۀ نه.</verse>
				<verse number="5">کله چې همان ته پته ولګېده چې مردکے هغۀ ته د عزت نه نۀ ټيټيږى نو همان سخت غصه شو،</verse>
				<verse number="6">او کله چې خبر شو چې مردکے يهودى دے، نو همان دا فېصله وکړه چې هغه به نۀ صرف مردکى له سزا ورکوى بلکې هغۀ دا منصوبه هم جوړه کړه چې د فارس په بادشاهۍ کښې هر يو يهودى ووژنى.</verse>
				<verse number="7">د اخسويرس بادشاه د حکومت په دولسم کال، په وړومبۍ مياشت يعنې د نسان په مياشت، همان حُکم وکړو چې پوريم يعنې پچه دې واچولے شى چې دا معلومه کړى چې د دې منصوبې دپاره صحيح مياشت کومه يوه ده. نو د دولسمې مياشتې يعنې د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ خوښه کړے شوه.</verse>
				<verse number="8">نو همان د بادشاه په مخکښې حاضر شو او ورته يې ووئيل، ”ستا په ټوله بادشاهۍ کښې د خلقو يو قِسم نسل خور دے او دا په هره صُوبه کښې موندلے شى. هغوئ داسې رِواجونه کوى چې هغه د نورو ټولو خلقو په شان نۀ دى. د دې نه علاوه، هغوئ د بادشاهۍ قانون هم نۀ منى، نو دا ستا دپاره د فائدې خبره نۀ ده چې هغوئ برداشت کړې.</verse>
				<verse number="9">بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو يو فرمان جارى کړه چې هغوئ دې ووژلے شى. کۀ تا داسې وکړل، نو زۀ به د بادشاهۍ د اِنتظام دپاره د درې لاکه او څلوېښتو زرو کېلو نه زيات سپين زر په شاهى خزانه کښې کېږدم.“</verse>
				<verse number="10">بادشاه خپله هغه ګوتمه وويستله، چې هغه به په سرکارى فرمان باندې د مهر لګولو دپاره استعمالېدله او دا يې د يهوديانو دشمن د همداتا زوئ همان له ورکړه چې دے د اجاج د اولاد نه وو.</verse>
				<verse number="11">بادشاه همان ته ووئيل، ”سپين زر ځان سره کړه او د خلقو سره هم هغسې وکړه څنګه چې دې زړۀ غواړى.“</verse>
				<verse number="12">نو د وړومبۍ مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې همان د بادشاه منشيان راوغوښتل او يو فرمان يې جارى کړو چې د هرې صُوبې په ژبه او رسم‌الخط کښې دې د دې ترجمه وشى او ټولو حکمرانانو، حاکِمانو او آفسرانو ته دې ولېږلے شى. دا فرمان د اخسويرس بادشاه په نوم جارى شو او د هغۀ د ګوتمې مهر ورباندې لګېدلے وو.</verse>
				<verse number="13">پېغام رسونکو دا فرمان د بادشاهۍ هرې صُوبې ته يوړو. په دې کښې دا خبرې ليکلے شوې وې چې صِرف په هغه ورځ يعنې د ادر مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې دې ټول يهوديان، ځوانان، بوډاګان، ښځې او ماشومان ووژلے شى. هغوئ دې د بې‌رحمۍ سره حلال کړے شى او چې هغوئ څۀ لرى نو هغه ترې نه واخلئ.</verse>
				<verse number="14">د دې فرمان د خبرو نه د هرې صُوبې خلق ځکه خبرول په کار وُو، چې کله هغه ورځ راشى نو چې هر يو کس ورته تيار وى.</verse>
				<verse number="15">د بادشاه د حُکم په مطابق هغه فرمان د سوسه په مرکزى ښار کښې خلقو ته ورسولے شو او پېغام رسونکو دا خبر نورو صُوبو ته يوړو. په کوم وخت کښې چې د سوسه ښار په ګډوډۍ کښې اچولے شو نو بادشاه او همان شرابو څښلو ته ناست وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">کله چې مردکے د هغه هر څۀ نه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې. بيا هغۀ د ټاټ جامې واغوستلې، سر يې په ايرو پټ کړو، په ښار کښې روان شو او تر هغې پورې يې په چغو چغو او بد بد ژړل،</verse>
				<verse number="2">چې د محل دروازې ته ورسېدو. هغه دننه ځکه لا نۀ ړو چې د ټاټ په جامو کښې دننه د تلو اجازت نۀ وو.</verse>
				<verse number="3">په ټولو صُوبو کښې، چرته هم چې د بادشاه د فرمان پته لګېدلې وه، نو هلته يهوديانو په چغو چغو ژړل. هغوئ روژه ونيوله، ژړا او وير يې کولو او ډېرو کسانو د ټاټ جامې اغوستې وې او سر يې په ايرو پټ کړے وو.</verse>
				<verse number="4">کله چې د اِستَر ښځو خِدمتګارانو او خصيانو اِستَر ته ووئيل چې مردکى څۀ کول، نو هغه سخته پرېشانه شوه. نو هغې مردکى له څۀ جامې ولېږلې چې د ټاټ جامو په ځائ يې واغوندى، خو هغۀ به نۀ اخستلې.</verse>
				<verse number="5">بيا هغې هتاک راوغوښتلو، هغه يو خصى وو چې بادشاه د هغې نوکر کړے وو او هغې هغۀ ته وفرمائيل چې مردکى له لاړ شه او د دې پته ولګوه چې څۀ مسئله ده چې هغه دومره غمژن دے.</verse>
				<verse number="6">هتاک د محل د دروازې مخامخ د ښار چوک ته مردکى له لاړو.</verse>
				<verse number="7">مردکى ورته ټوله قيصه بيان کړه او دا يې هم ورته ووئيل چې کۀ ټول يهوديان ووژلے شول نو همان په شاهى خزانه کښې د څومره پېسو د کېښودو وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="8">هغۀ هتاک له د هغه فرمان يو نقل ورکړو چې کوم په سوسه کښې جارى شوے وو، چې په هغې کښې د يهوديانو د تباهۍ حُکم وو. مردکى هتاک ته ووئيل چې دا اِستَر له يوسه او اِستَر د حالاتو نه خبر کړه او هغې ته ووايه چې لاړه شى او بادشاه ته دا سوال زارى وکړى چې د هغې په خلقو رحم وکړى.</verse>
				<verse number="9">نو هتاک د مردکى د پېغام سره اِستَر له راواپس شو،</verse>
				<verse number="10">او اِستَر هغۀ له دا پېغام ورکړو چې مردکى له يې يوسه،</verse>
				<verse number="11">”کۀ هر څوک، سړے يا ښځه، د دعوت نه بغېر دننه د بادشاه دربار ته لاړ شى، نو هغه کس به وژلے شى، دا يو قانون دے، د بادشاه د مشيرانو نه واخله په صُوبو کښې د خلقو پورې هر يو کس د دې نه خبر دے. د دې قانون نه د بچ کېدو صِرف يوه لار ده، کۀ بادشاه يو کس ته خپله د سرو زرو امسا اوږده کړى، نو د هغه کس ژوند به بچ شى. خو د دې يوه مياشت وشوه چې بادشاه زۀ راغوښتے نۀ يم.“</verse>
				<verse number="12">کله چې مردکى ته د اِستَر پېغام مِلاو شو،</verse>
				<verse number="13">نو هغۀ اِستَر ته دا پېغام ولېږلو، ”داسې مۀ وايه چې په ټولو يهوديانو کښې به صرف تۀ بچ شې ولې چې تۀ په شاهى محل کښې يې.</verse>
				<verse number="14">کۀ تۀ په داسې وخت کښې هم خاموشه پاتې شوې، نو د يو بل ځائ نه به د يهوديانو دپاره مدد راشى او هغوئ به بچ شى، خو تۀ به مړه شې او ستا د پلار خاندان به ختم شى. د دې نه څوک خبر دى کېدے شى چې تۀ هم د دې وخت دپاره مَلِکه جوړه شوې يې.“</verse>
				<verse number="15">اِستَر مردکى له دا جواب ولېږلو،</verse>
				<verse number="16">”لاړ شه او په سوسه کښې ټول يهوديان په يو ځائ راغونډ کړه، روژه ونيسئ او زما دپاره دُعا وکړئ. درې ورځې او درې شپې هيڅ خوراک څښاک مۀ کوئ. زۀ او زما خِدمتګارې به هم ستاسو په شان روژه ونيسو. د هغې نه پس به بيا زۀ بادشاه له لاړه شم، اګر چې دا د قانون خِلاف ورزى ده. خو کۀ د داسې کولو په وجه زۀ مرم، نو مړه دې شم.“</verse>
				<verse number="17">نو بيا مردکى لاړو او هغه هر څۀ يې وکړل چې اِستَر ورته وئيلى وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">د روژې په درېمه ورځ اِستَر شاهى لِباس واغوستلو، لاړه او د محل په دنننى دربار کښې د تخت کوټې ته مخامخ ودرېدله. بادشاه دننه وو او د محل دروازې ته مخامخ په شاهى تخت ناست وو.</verse>
				<verse number="2">کله چې بادشاه وکتل چې مَلِکه اِستَر دننه په دربار کښې ولاړه وه، نو بادشاه په هغې باندې مِهربانه شو او هغۀ خپله د سرو زرو امسا وراوږده کړه. بيا اِستَر ورنزدې شوه او د امسا سر له يې لاس وروړو.</verse>
				<verse number="3">بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”مَلِکه اِستَر خبره څۀ ده؟ ما ته ووايه چې تۀ څۀ غواړې، تۀ کۀ زما نيمه بادشاهى هم وغواړې نو تا ته به مِلاو شى.“</verse>
				<verse number="4">اِستَر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو زۀ دا دعوت درکوم چې تۀ او همان زما مېلمانۀ شئ په هغه مېلمستيا کښې چې ما تاسو دپاره کړې ده.“</verse>
				<verse number="5">بادشاه همان له حُکم ورکړو چې زر راشى، نو چې داسې دوئ د اِستَر مېلمانۀ شى. نو بادشاه او همان د اِستَر مېلمستيا له لاړل.</verse>
				<verse number="6">د ميو څښلو په وخت بادشاه د هغې نه تپوس وکړو، ”ما ته ووايه چې تۀ څۀ غواړې، نو تا ته به هغه مِلاو شى. زۀ به ستا درخواست منظور کړم، تر دې پورې کۀ تۀ زما نيمه بادشاهى هم وغواړې.“</verse>
				<verse number="7">اِستَر ورته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="8">”بادشاه سلامت، کۀ تۀ په ما مِهربانه شې او زما عرض منظور کړې، نو زۀ غواړم چې تۀ او همان سبا زما په يوه بله مېلمستيا کښې مېلمانۀ شئ چې زۀ به يې تاسو دپاره تياروم. او سبا به درته ووايم چې زۀ څۀ غواړم.“</verse>
				<verse number="9">کله چې همان د مېلمستيا نه لاړو نو هغه خوشحاله او ښۀ په سُر کښې وو. خو بيا هغۀ مردکے وليدو چې د محل د دروازې په خولۀ کښې وو او کله چې هغه تېرېدو نو مردکے ورته پانۀ څېدو او نۀ ورباندې د هغۀ رُعب څۀ اثر وکړو، نو همان ورته سخت غصه شو.</verse>
				<verse number="10">خو همان خپل ځان قابو کړو او کور ته لاړو. بيا هغۀ خپلو دوستانو له دعوت ورکړو چې کور ته يې راشى او خپلې ښځې زرش ته يې ووئيل چې د هغوئ سره شريکه شى.</verse>
				<verse number="11">نو هغۀ ورته لافې وهلې، چې دے څومره مالداره دے او څومره ډېر زامن يې دى او بادشاه هغۀ له څومره اوچت مقام ورکړے دے او چې هغه د بادشاه د نورو ټولو آفسرانو نه څومره زيات اهم دے.</verse>
				<verse number="12">همان وئيل، ”د دې نه علاوه، مَلِکه اِستَر زما او د بادشاه نه بغېر بل هيچا له دعوت نۀ دے ورکړے، او سبا هغې ما له بيا سره د بادشاه دعوت راکړے دے.</verse>
				<verse number="13">خو چې ترڅو پورې يهودى مردکے د محل په دروازه کښې ناست وينم نو زما دپاره د دې هيڅ فائده نشته.“</verse>
				<verse number="14">نو د هغۀ ښځې او خپلو ټولو دوستانو هغۀ له مشوره ورکړه، ”تۀ يو پينځويشت ګزه لوَړ دار ولې نۀ جوړوې؟ سبا سحر تۀ بادشاه ته ووايه چې مردکى په هغې باندې راځوړند کړى، نو بيا به تۀ ښۀ په خوشحالۍ سره مېلمستيا له لاړ شې.“ نو په همان دا خبره ښۀ ولګېده، او هغۀ هم هغه شان دار جوړ کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">هم په هغه شپه بادشاه له خوب نۀ ورتلو، نو هغۀ حُکم وکړو چې د بادشاهۍ د تاريخ کِتاب دې راوړے شى او هغۀ ته دې ولوستلے شى.</verse>
				<verse number="2">نو چې هغوئ کومه حِصه ولوستله په هغې کښې هغه واقعه شامله وه چې مردکى د بادشاه د وژلو منصوبه څنګه څرګنده کړه او هغه منصوبه کومه چې بِګتان او ترش، د محل دوو هغه خصيانو جوړه کړې وه، کومو چې د بادشاه د کوټو څوکيدارى کوله.</verse>
				<verse number="3">بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”مونږ د دې په بدل کښې د مردکى څنګه درناوے کړے دے او څۀ مو اِنعام ورکړے دے؟“ نو د هغۀ نوکرانو جواب ورکړو، ”د هغۀ دپاره هيڅ نۀ دى شوى.“</verse>
				<verse number="4">بادشاه تپوس وکړو، ”اوس په دربار کښې څوک دى؟“ نو همان ايله دربار ته ننوتو، هغه د دې دپاره راغلے وو چې د بادشاه نه تپوس وکړى چې مردکے په هغه دار باندې ځوړند کړى کوم چې هغۀ اوس تيار کړے وو.</verse>
				<verse number="5">نو نوکرانو جواب ورکړو، ”همان په دربار کښې دے.“ بادشاه ورته ووئيل، ”هغه راپرېږدئ چې دننه راشى.“</verse>
				<verse number="6">نو همان راغلو او بادشاه ورته ووئيل، ”د يو کس نه چې زۀ خوشحاله شم نو د هغۀ څنګه عزت وکړم، زۀ د دې سړى دپاره څۀ وکړم؟“ همان د خپل ځان سره وئيل، ”داسې څوک شته چې بادشاه يې زما نه زيات عزت کول وغواړى؟“</verse>
				<verse number="7">نو هغۀ بادشاه له جواب ورکړو، ”حُکم وکړه چې د دې سړى دپاره شاهى لِباس راوړلے شى، هغه چُوغې چې تۀ يې په خپله اغوندې. او هغه آس چې تا پرې پخپله سورلى کړى وى او په تندى يې شاهى نښه لګېدلى وى.</verse>
				<verse number="8"></verse>
				<verse number="9">بيا د خپل لوئ عزتمند مشر په لاس دې سړى ته شاهى لباس ورواغونده او د ښار په کوڅو کښې يې په آس باندې سور بوځه. کله چې هغوئ روان وى نو هغه مشر سړے دې دا اِعلان کوى چې، وګورئ بادشاه چې د چا درناوے کول غواړى نو هغه يې داسې عزت کوى.“</verse>
				<verse number="10">بيا بادشاه همان ته ووئيل، ”زر شه او شاهى لِباس واخله او آس بوځه او د مردکى يهودى داسې درناوے وکړه. لکه څنګه چې تا مشوره راکړې ده نو د هغې په مطابق د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړه. هغه به د محل د دروازې په خولۀ کښې ناست ووينې.“</verse>
				<verse number="11">نو همان شاهى لِباس واخستلو او مردکى ته يې ورواغوستلو او د بادشاه په آس يې سور کړو او همان هغه د ښار په کوڅو کښې بوتلو او خلقو ته يې اِعلان کولو چې، ”وګورئ چې بادشاه د چا درناوے کول وغواړى نو هغه يې داسې عزت کوى.“</verse>
				<verse number="12">نو مردکے بيا واپس د محل دروازې ته راواپس شو خو په دې دوران کښې همان خفه او شرمنده کور ته تېز لاړو.</verse>
				<verse number="13">هغۀ خپلې ښځې او ټولو دوستانو ته هغه هر څۀ ووئيل چې څۀ شوى وُو. بيا هغې او د هغۀ هوښيارو ملګرو هغۀ ته ووئيل، ”په مردکى باندې ستا هيڅ زور نۀ رسى. هغه يو يهودى دے او ځکه تۀ په هغۀ باندې برے نۀ شې موندلے. هغه به خامخا تا له شکست درکړى.“</verse>
				<verse number="14">کله چې هغوئ لا خبرې کولې، نو د محل خصيان راورسېدل او همان يې د اِستَر مېلمستيا له بوتلو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">نو بادشاه او همان د اِستَر سره روټۍ خوړلو له لاړل</verse>
				<verse number="2">او دا دوېم ځل وو. د ميو څښلو په وخت بادشاه د هغې نه بيا تپوس وکړو، ”مَلِکه اِستَر، اوس چې تۀ زما نه څۀ هم وغواړې نو تا ته به مِلاو شى. زۀ به تا له زما نيمه بادشاهى هم درکړم.“</verse>
				<verse number="3">مَلِکه اِستَر جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى نو زما دا يو عاجزانه سوال قبول کړه، زما خواهش دا دے چې زما او زما د خلقو ژوند بچ شى.</verse>
				<verse number="4">زۀ او زما خلق د حلالولو، او ختمولو دپاره خرڅ کړے شوى يُو. کۀ مونږ صرف د نوکرانو په حيثيت خرڅ شوے وے، نو زۀ به خاموش پاتې وے او دا تکليف به مې نۀ درکولے.“</verse>
				<verse number="5">اخسويرس بادشاه د مَلِکه نه تپوس وکړو، ”د داسې کار کولو جرأت څوک کولے شى؟ هغه سړے چرته دے؟“</verse>
				<verse number="6">اِستَر جواب ورکړو، ”زمونږ دشمن، ظالم او هغه مکار سړے دا همان دے.“ نو د همان رنګ د بادشاه او مَلِکه په مخکښې تک زېړ شو.</verse>
				<verse number="7">بادشاه په غصه کښې پاڅېدو، د مېلمستيا نه روان شو او د محل باغونو ته بهر لاړو. همان ته پته ولګېده چې بادشاه د هغۀ د وژلو اراده لرى، نو هغه ايسار شو د دې دپاره چې اِستَر ته د خپل ژوند د بچ کولو سوال وکړى.</verse>
				<verse number="8">هغۀ د مِنت زارۍ دپاره خپل ځان د اِستَر په کټ باندې وروغورزولو نو هم په هغه وخت بادشاه د باغونو نه واپس کوټې ته راغلو او چې دا يې وليدل نو بادشاه چغه کړه چې، ”دا سړے دلته هم زما په خپل محل کښې زما په وړاندې اِستَر ته لاس وراچوى؟“ بادشاه چې څنګه دا ووئيل نو خصيانو د همان مخ پټ کړو چې قتل کړے شى.</verse>
				<verse number="9">نو د بادشاه يو خصى، خربونا ووئيل، ”ګورئ، همان خو د مردکى د راځوړندولو دپاره په کور کښې پينځويشت ګزه اوچت يو دار جوړ کړے دے. بادشاه سلامت، مردکى هغه څوک دے چې چا ستا ژوند بچ کړے وو.“ بادشاه حُکم وکړو، ”همان په دې باندې ځوړند کړئ.“</verse>
				<verse number="10">نو همان په هغه دار باندې ځوړند کړے شو کوم چې د مردکى دپاره جوړ شوے وو. او بيا د بادشاه غصه سړه شوه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">هم په هغه وخت اخسويرس بادشاه مَلِکه اِستَر له د همان ټول جائيداد ورکړو، دا هم هغه همان وو کوم چې د يهوديانو دشمن وو. اِستَر بادشاه ته وفرمائيل چې مردکى د هغې خپلوان دے، نو د هغه وخت نه مردکى ته دا اجازت وو چې د بادشاه حضور ته دننه راشى.</verse>
				<verse number="2">بادشاه خپله هغه ګوتمه وويستله چې مهر ورباندې وو او چې کومه يې د همان نه واپس اخستې وه او مردکى له يې ورکړه. اِستَر مردکى د همان د جائيداد مشر جوړ کړو.</verse>
				<verse number="3">نو اِستَر بادشاه له بيا لاړه او د هغۀ په پښو پرېوته، وې ژړل او مِنت زارى يې ورته وکړه چې د هغه خرابې منصوبې خِلاف څۀ وکړى کومه چې د اجاج اولاد همان د يهوديانو خِلاف جوړه کړې ده.</verse>
				<verse number="4">بادشاه هغې ته خپله د سرو زرو امسا بيا وراُږده کړه، نو هغه ودرېده او وې فرمائيل،</verse>
				<verse number="5">”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى او کۀ تا سره زما فکر وى او دا تا ته ښۀ ښکارى، نو مِهربانى وکړه چې دا فرمان جارى کړه چې د همان په حُکم باندې دې عمل نۀ کيږى، دا هغه حُکم وو چې د اجاج قبيلې د همداتا زوئ همان د ټولو يهوديانو د وژلو دپاره ورکړے وو.</verse>
				<verse number="6">کۀ دا افت زما په خلقو باندې راشى او چې زما خپلوان ووژلے شى نو بيا زۀ دا څنګه برداشت کولے شم؟“</verse>
				<verse number="7">بيا اخسويرس بادشاه مَلِکه اِستَر او مردکى يهودى ته ووئيل، ”ګورئ، ما همان د يهوديانو خِلاف د منصوبې په وجه پهانسى کړے دے او ما اِستَر له د هغۀ جائيداد هم ورکړے دے.</verse>
				<verse number="8">خو د بادشاه په نوم چې کوم فرمان جارى شوے وى او په هغې باندې شاهى مهر لګولے شوے وى نو هغه نۀ واپس کيږى. خو يهوديانو ته هغه څۀ ليکلے شئ څۀ چې ستاسو زړۀ غواړى، او دا زما په نوم ليکلے شئ او شاهى مهر ورباندې ولګولے شئ.“</verse>
				<verse number="9">نو د درېمې مياشتې يعنې د سيوان د مياشتې په درويشتمه ورځ داسې وشول. مردکى د بادشاه منشيان راوغوښتل او يهوديانو، حکمرانانو، وزيرانو او د هِندوستان نه واخله تر ايتهوپيا پورې د يو سل او اوويشتو صُوبو آفسرانو ته يې خطونه وليکل. خطونه هرې صُوبې ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې او يهوديانو ته په خپله ژبه او رسم‌الخط کښې ليکلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="10">مردکى خطونه د اخسويرس بادشاه د طرف نه ليکلى وُو او په دې باندې يې شاهى مهر لګولے وو. دا په هغه تېزو آسونو باندې سوارو کسانو په ذريعه رسولے شوى وُو چې کوم آسونه د بادشاه دپاره ساتلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="11">په دې خطونو کښې دا تفصيل وو چې بادشاه به په هر ښار کښې يهوديانو له دا اجازت ورکړى چې د خپلو ځانونو د حِفاظت دپاره متحد شى. کۀ د يو قوم فوجيان په هره يوه صُوبه کښې په يهودى سړو باندې، د هغوئ بچو او ښځو باندې حمله وکړى، نو يهوديان به هم ورباندې حمله کوى او حمله کوونکى به تباه کړى، هغوئ دې تر آخرى کس پورې ووژنى او د هغوئ هر څۀ دې لوټ کړى.</verse>
				<verse number="12">دا فرمان د فارس په ټول سلطنت کښې په هغه ورځ عملى کولے شو چې کومه د يهوديانو د وژلو دپاره مقرره وه، دا د دولسمې يعنې د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ وه.</verse>
				<verse number="13">د دې قانونى اِعلان شوے وو او په هره صُوبه کښې هر څوک د دې نه خبر وُو، نو چې کله هغه ورځ راشى نو يهوديان به د دشمن نه د بدل اخستلو دپاره تيار وى.</verse>
				<verse number="14">د بادشاه په حُکم په شاهى آسونو سوارۀ پېغام وړُونکى تېز لاړل. هغه فرمان په مرکزى ښار سوسه کښې هم جارى شوے وو.</verse>
				<verse number="15">مردکے د محل نه لاړو چې شاهى لِباس يعنې آسمانى او سپين رنګ جامې، د کاسنى رنګ د مهينې لټې يوه چُوغه يې اغوستې وه او د سرو زرو يو زبردست تاج يې په سر وو. بيا د سوسه کوڅې د لاسونو د پړقارى او د خوشحالۍ د چغو نه ډکې شوې.</verse>
				<verse number="16">يهوديانو خوشحالى، راحت، خندا او عزت محسوسولو.</verse>
				<verse number="17">هر ښار او هرې صُوبې ته هم چې د بادشاه فرمان ورسېدو، نو يهوديان خوشحاله وُو. هغوئ مېلمستيا او جشن وکړو. او په هغوئ کښې نور ډېر خلق په دې وجه يهوديان شول، ځکه چې د يهوديانو نه يرېدل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ راغله، دا هغه ورځ وه چې په دې باندې شاهى فرمان عملى کول وُو، هغه ورځ چې د يهوديانو دشمنانو دا اُميد لرلو چې يهوديان به د خپل طاقت لاندې راولى. خو يهوديانو ورباندې فتح وموندله.</verse>
				<verse number="2">د اخسويرس په ټوله بادشاهۍ کښې يهوديان په خپلو ښارونو کښې د هغه چا خِلاف يو شول چا چې په هغوئ د حملې کوشش کولو. د هر ځائ خلق د هغوئ نه يرېدل او هيچا د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے.</verse>
				<verse number="3">د صُوبو ټولو آفسرانو، حکمرانانو، وزيرانو او شاهى نمائندګانو د يهوديانو مدد په دې وجه وکړو چې هغوئ د مردکى نه يرېدل.</verse>
				<verse number="4">په ټوله بادشاهۍ کښې دا ښۀ مشهوره وه چې مردکى اوس په محل کښې يو تکړه سړے وو او نور هم تکړه کېدو.</verse>
				<verse number="5">نو په هغه ورځو کښې يهوديانو خپل دشمنان په تُورو ووژل او نيست او نابود يې کړل. او چا چې د يهوديانو نه نفرت کولو د هغوئ سره يې د خپلې مرضى په مطابق عمل وکړو.</verse>
				<verse number="6">د سوسه په مرکزى ښار کښې يهوديانو پينځۀ سوه کسان ووژل.</verse>
				<verse number="7">همان د همداتا زوئ چې د يهوديانو دشمن وو د هغۀ لس زامن هم په کښې وژلے شوى وُو، چې نومونه يې دا دى، پرشنداتا، دلفون، اسپاتا، پوراتا، ادلياه، اردتا، پرمشتا، اريسى، ارِدى او ويزاتا، دا ټول مړۀ شول خو لوټ مار ونۀ شو.</verse>
				<verse number="8"></verse>
				<verse number="9"></verse>
				<verse number="10"></verse>
				<verse number="11">هم په هغه ورځ بادشاه خبر کړے شو چې په سوسه کښې څومره کسان وژلے شوى دى.</verse>
				<verse number="12">بيا بادشاه مَلِکه اِستَر ته ووئيل، ”صِرف د سوسه په قلعه کښې يهوديانو پينځۀ سوه کسان وژلى دى، چې په دې کښې د همان زامن هم شامل دى. چې دلته دومره زيات وژلے شوى دى نو په صُوبو کښې به څۀ شوى وى. اوس تۀ څۀ غواړې؟ تۀ ووايه کۀ نور څۀ هم غواړې نو در به کړے شى.“</verse>
				<verse number="13">اِستَر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو يهوديانو له سبا په سوسه کښې يو ځل بيا د نن په شان اجازت ورکړه. او دا حُکم ورکړه چې د همان د لسو زامنو لاشونه په دار باندې ځوړند کړے شى.“</verse>
				<verse number="14">نو بادشاه حُکم وکړو چې داسې دې وشى او په سوسه کښې دا فرمان جارى شو. د همان د لسو زامنو لاشونه په دار راځوړند کړے شول.</verse>
				<verse number="15">د ادر مياشتې په څوارلسمه ورځ د سوسه يهوديان يو ځل بيا يو ځائ شول او په ښار کښې يې درې سوه نور کسان ووژل. خو هغوئ بيا هم څۀ لوټ مار ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="16">يهوديان په صُوبو کښې هم د خپلو ځانونو د حِفاظت دپاره راغونډ شول. هغوئ د خپلو دشمنانو نه داسې ځانونه خلاص کړل چې پينځۀ اويا زره يې هغه کسان ووژل چا چې د هغوئ نه نفرت کولو. خو هغوئ لوټ مار ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="17">دا د ادر د مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې وشول. په ورپسې ورځ يعنې په څوارلسمه ورځ باندې نور قتلونه ونۀ شول او هغوئ په دې ورځ د خوشحالۍ نه يې مېلمستيا وکړه.</verse>
				<verse number="18">خو د سوسه يهوديانو پينځلسمه ورځ د چُهټۍ ورځ وګرځوله، ځکه چې هغوئ په ديارلسمه او څوارلسمه ورځ باندې خپل دشمنان وژلى وُو او په پينځلسمه ورځ يې وژل بس کړى وُو.</verse>
				<verse number="19">نو په دې وجه هغه يهوديان کوم چې په کلو کښې اوسيږى هغوئ د ادر د مياشتې په څوارلسمه ورځ د خوشحالۍ چُهټى کوى، په دې وخت باندې هغوئ مېلمستيا کوى او يو بل له د خوراک دپاره تُحفې ورکوى.</verse>
				<verse number="20">مردکى دا واقعې ليکلې وې او د فارس په ټول سلطنت کښې نزدې او لرې ټولو يهوديانو له يې خطونه لېږلى وُو،</verse>
				<verse number="21">هغوئ ته يې وئيلى وُو چې هر کال د ادر مياشتې په څوارلسمه او پينځلسمه ورځ اختر کوئ.</verse>
				<verse number="22">دا هغه ورځې وې چې په هغې باندې يهوديانو د خپلو دشمنانو نه ځانونه خلاص کړل، دا هغه مياشت وه چې د غم او د خفګان وخت نه په خندا او خوشحالۍ باندې بدله شوې وه. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې په دې ورځو باندې خوشحالى او مېلمستيا وکړئ او يو بل او غريبانانو له د خوراک دپاره تُحفې ورکړئ.</verse>
				<verse number="23">نو يهوديانو د مردکى په اصُولو باندې عمل وکړو او دا اختر د هر کال رِواج جوړ شو.</verse>
				<verse number="24">د همداتا زوئ همان چې د اجاج د اولاد نه وو او د يهوديانو دشمن وو، هغۀ پچه واچوله چې دا پوريم بللے شوه، دا د دې دپاره وه چې د يهوديانو د تباهۍ ورځ معلومه کړى، هغۀ دا منصوبه جوړه کړې وه چې هغوئ صفا ختم کړى.</verse>
				<verse number="25">خو اِستَر بادشاه له لاړه او بادشاه د دې نتيجې سره يو ليکلے فرمان جارى کړو چې همان د يهوديانو دپاره کومه منصوبه جوړه کړې وه نو هغه ورته اولټه راوګرځېده او هغه او د هغۀ زامن په دار باندې پهانسى کړے شول.</verse>
				<verse number="26">نو ځکه هغې ته د پوريم اختر وائى، پخوا زمانه کښې به دا لفظ د پچى اچولو دپاره استعمالېدو. د مردکى د خطونو په وجه او د هغه هر څۀ په وجه چې په هغوئ شوى وُو،</verse>
				<verse number="27">يهوديانو د خپلو ځانونو، د خپل اولاد او د هغه چا دپاره دا اصُول جوړ کړو چې څوک يهودى شى، نو هر کال به په صحيح وخت باندې دا دوه ورځې په باقاعدګۍ سره د مردکى د اصُولو په مطابق مناووى.</verse>
				<verse number="28">دا فېصله شوې وه چې د يهوديانو د خاندان راتلونکے هر يو نسل چې په هره صُوبه يا ښار کښې وى په راتلونکى ټولو وختونو کښې به د پوريم دا ورځې يادې ساتى او دا ورځې به مناووى.</verse>
				<verse number="29">بيا د ابى‌خېل لور مَلِکه اِستَر هم، د مردکى سره يو خط وليکلو او چې مردکى کوم خط د پوريم په باره کښې مخکښې ليکلے وو د هغې د تصديق دپاره هغې خپل ټول ليکلے اختيار هم شامل کړو.</verse>
				<verse number="30">دا خط د ټولو يهوديانو دپاره وو او د دې نقلونه د فارس سلطنت ټولو يو سل او اوويشتو صُوبو ته لېږلے شوى وُو. په دې کښې د يهوديانو خېر او امن غوښتے شوے وو</verse>
				<verse number="31">او هغوئ او د هغوئ اولاد ته يې دا نصيحت کړے وو چې په صحيح وخت باندې د پوريم ورځې هم هغه شان مناو کړى، لکه څنګه چې هغوئ د روژو د نيولو او د غم د وخت اصُول خپل کړى دى. د دې حُکم مردکى او مَلِکه اِستَر دواړو کړے وو.</verse>
				<verse number="32">د اِستَر هغه حُکم کوم چې د پوريم د اصُولو پوره کېدل وو هغه په يو کِتاب کښې ليکلے شوے وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">اخسويرس بادشاه د خپلې بادشاهۍ نه د سمندر د غاړې پورې محصُول اخستلو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ چې کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى وُو او هم داسې هغه ټوله قيصه چې هغۀ مردکى له د اوچتې عُهدې ترقى څنګه ورکړه، دا د فارس او مادى د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="3">مردکى يهودى په عهده کښې په بادشاه پسې دوېم کس وو. د خپلو يهوديانو هغه ډېر خوښ وو او ډېر عزتمند وو. هغۀ د خپلو خلقو د فائدې دپاره او د ټولو يهوديانو د ګټې دپاره کار کولو.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="18">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">په يوه زمانه کښې د عُوض په مُلک کښې يو سړے وو چې نوم يې ايُوب وو. دا يو بې‌داغه او نېک سړے وو، هغه يو داسې کس وو چې د خُدائ پاک نه يرېدو او د بدۍ نه يې ځان ساتلو.</verse>
				<verse number="2">د هغۀ اووۀ زامن او درې لوڼه وې.</verse>
				<verse number="3">هغۀ سره اووۀ زره ګډې، درې زره اوښان، د غوَيانو پينځۀ سوه قلبې، پينځۀ سوه خرې وې او ډېر زيات نوکران يې وُو، نو دے د مشرقى علاقې په خلقو کښې د ټولو نه زيات مالداره وو.</verse>
				<verse number="4">د هغۀ زامنو په خپلو کورونو کښې وار په وار مېلمستيا کوله، او هغوئ به خپلو درې واړو خوېندو له دعوت ورکولو چې د هغوئ سره خوراک څښاک وکړى.</verse>
				<verse number="5">او کله به چې د مېلمستيا ورځ تېره شوه، نو ايُوب به سحر وختى پاڅېدو او د هر يو بچى دپاره يې د ګناه نه د پاکوالى سوزېدونکې نذرانه پېش کوله، ايُوب به همېشه دا کار د دې دپاره کولو چې د هغۀ خيال وو چې کېدے شى چې زما بچو ګناه کړې وى او په خپلو زړُونو کښې يې خُدائ پاک ته بدرد وئيلى وى.</verse>
				<verse number="6">يو ځل آسمانى مخلوق راغلل چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شېطان هم د هغوئ سره راغلو.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”تا څۀ کول؟“ نو شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”زۀ په دُنيا کښې ګرځېدم راګرځېدم.“</verse>
				<verse number="8">نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”ستا زما د خِدمت کوونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ ګوره په دُنيا کښې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بې‌داغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى.“</verse>
				<verse number="9">بيا شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”آو، خو ايُوب په څۀ وجه د خُدائ پاک نه يريږى؟</verse>
				<verse number="10">تا همېشه د هغۀ، د هغۀ د کور او د هغۀ د هر څۀ حِفاظت کړے دے، تا هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے دے او په دې مُلک کښې تا هغۀ له بې‌شمېره رَمې ورکړې دى.</verse>
				<verse number="11">خو کۀ تۀ اوس د هغۀ نه هغه هر څۀ واخلې نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“</verse>
				<verse number="12">نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده د هغۀ سره چې هر څۀ دى هغه ستا په اختيار کښې دى، خو چې هغه تباه نۀ کړې.“ نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو.</verse>
				<verse number="13">يوه ورځ چې د هغۀ زامنو او لوڼو د خپل مشر ورور په کور کښې روټۍ خوړله او مے يې څښل،</verse>
				<verse number="14">نو يو پېغام وړونکے ايُوب له راغلو او ورته يې ووئيل، ”غوَيانو يوې کولې او خرې يې په څنګ کښې څرېدلې،</verse>
				<verse number="15">او د سبائيانو څۀ خلقو حمله وکړه او څاروى يې بوتلل او نوکران يې په تُوره ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“</verse>
				<verse number="16">هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې چې يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”د خُدائ پاک تندر د آسمان نه راوغورزېدو او ګډې او نوکران يې وسوزول او هلاک يې کړل، يواځې زۀ ژوندے يم چې تا خبر کړم.“</verse>
				<verse number="17">کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”کسديانو درې قبيلې جوړې کړې، او حمله يې وکړه او اوښان يې بوتلل او نوکران يې په تُوره باندې ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“</verse>
				<verse number="18">کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”ستا زامنو او لوڼو د خپل مشر ورور په کور کښې خوراک څښاک کولو،</verse>
				<verse number="19">چې ناڅاپه د صحرا د طرف نه يوه لويه هوا راغله او دې هوا د کور څلور واړه ګوټونه وخوځول او کور ستا په بچو باندې راوغورزېدو او هغوئ مړۀ شول، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“</verse>
				<verse number="20">نو بيا ايُوب پاڅېدو، خپله چُوغه يې وشلوله، خپل سر يې کل کړو او په زمکه باندې يې سجده ولګوله.</verse>
				<verse number="21">هغۀ وفرمائيل، ”زۀ د مور نه خالى لاسونه پېدا وم او خالى لاسونه به د دې دُنيا نه ځم، هر څۀ ما له مالِک خُدائ راکړى وُو او مالِک خُدائ رانه واپس واخستل، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت دې وى.“</verse>
				<verse number="22">د دې هر څۀ باوجود ايُوب په خُدائ پاک د اِلزام لګولو ګناه ونۀ کړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">يو ځل آسمانى مخلوق راغلو چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شېطان هم د هغوئ سره راغلو.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”تا څۀ کول؟“ نو شېطان ووئيل، ”زۀ په زمکه ګرځېدم راګرځېدم.“</verse>
				<verse number="3">نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”ستا زما د خِدمت کوونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ په زمکه باندې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بې‌داغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى. هغه تر اوسه پورې په خپل صداقت کښې قائم دے، اګر چې تا زۀ د هغۀ خِلاف لمسولم، چې بغېر د څۀ وجې نه يې په غضب آخته کړم.“</verse>
				<verse number="4">بيا شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”خلق د خپل ژوند بچ کولو دپاره هر څۀ ورکوى.</verse>
				<verse number="5">خو کۀ د هغۀ په بدن باندې تکليف راولې، نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“</verse>
				<verse number="6">نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده هغه ستا په اختيار کښې دے خو هغه ژوندے پرېږده.“</verse>
				<verse number="7">نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو او په ايُوب باندې يې د سر نه تر پښو پورې خرابې دانې راوخېژولې.</verse>
				<verse number="8">نو ايُوب د خاورې د مات لوښى يوه ټوټه واخستله او ځان يې ورباندې ګرولو او په ايرو باندې کښېناستو چې خپل خفګان څرګند کړى.</verse>
				<verse number="9">نو ايُوب ته خپلې ښځې ووئيل، ”تر اوسه پورې تۀ لا په خپل صداقت قائم يې؟ په خُدائ پاک لعنت ووايه او مړ شه.“</verse>
				<verse number="10">خو هغۀ خپلې ښځې ته وفرمائيل، ”تۀ خو لکه د کم عقلې ښځې په شان خبرې کوې، ولې مونږ به د خُدائ د طرفه صرف ښۀ څيزونه اخلو څۀ او هيڅکله به ترې نه بد نۀ اخلو؟“ خو د دې ټولو خبرو باوجود ايُوب د خُدائ پاک خِلاف يوه خبره هم ونۀ کړه.</verse>
				<verse number="11">نو چې کله د ايُوب درې ملګرى د هغه ټولو مصيبتونو نه خبر شول کوم چې په ايُوب باندې راغلى وُو، نو هغوئ هر يو د خپل خپل کور نه روان شول هغوئ په يو ځائ ايُوب له ورغلل چې د تسلۍ خبرې ورته وکړى. د هغوئ نومونه دا دى، اليفز تيمانى، بِلداد شوحى، او ضوفر نعماتى.</verse>
				<verse number="12">کله چې هغوئ ايُوب د لرې نه وليدلو، نو هغه د پېژندګلو نه وتے وو خو چې کله يې وپېژندو نو په چغو چغو يې وژړل، هغوئ د غم نه خپلې چُوغې وشلولې او په سر باندې يې خاورې واچولې.</verse>
				<verse number="13">هغوئ د هغۀ سره په زمکه باندې اووۀ شپې او اووۀ ورځې ناست وُو او يو کس هم هغۀ ته يوه خبره هم ونۀ کړه، ځکه چې هغوئ ته پته وه چې د هغۀ تکليف ډېر زيات دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">د هغې نه پس ايُوب خبرې شروع کړې او چې په کومه ورځ باندې هغه پېدا شوے وو په هغې يې لعنت ووئيلو.</verse>
				<verse number="2">ايُوب وفرمائيل،</verse>
				<verse number="3">”هغه ورځ دې تباه شى چې په کومه ورځ باندې زۀ پېدا شوے وم او چې په کومه شپه زۀ د مور په ګېډه شوے وم نو هغه شپه د‌ې لعنتى شى.</verse>
				<verse number="4">هغه ورځ دې تکه توره شى. لوئ خُدائ پاک دې پرې نظر نۀ اچوى، او رڼا دې پرې نۀ راولى.</verse>
				<verse number="5">توره دې شى او تکه توره تيارۀ دې پرې راشى. وريځې دې ورباندې پاتې شى، د هغه ورځې تيارۀ دې دا ويروى.</verse>
				<verse number="6">تکه توره تيارۀ دې هغه شپه قابو کړى. هغه دې بيا هيڅکله د کال په ورځو کښې نۀ شى شمېرلے او په يوه مياشت کښې دې هم حِساب نۀ کړے شى.</verse>
				<verse number="7">او هغه شپه دې شنډه شى، په هغه شپه کښې دې هيڅ خوشحالى نۀ وى.</verse>
				<verse number="8">لعنت ويونکى دې هم په هغه ورځ لعنت ووائى، هغه څوک چې په سمندرى بلاګانو راويښولو کښې ماهِر وى.</verse>
				<verse number="9">د دې د سحر ستورى دې تور شى، هغه دې د رڼا په طمع وى، خو مِلاو دې ورته نۀ شى، دا دې په سحر کښې د نمر شُغلې ونۀ وينى،</verse>
				<verse number="10">لعنت دې وى په هغه شپه چې زما د مور حمل يې کېدو ته پرېښودو، او زۀ يې د دې ټولو مصيبتونو دپاره پېدا کړم.</verse>
				<verse number="11">زۀ د پېدا کېدو په وخت ولې مړ نۀ شوم، او د زيږېدنې په وخت مردار ولې نۀ شوم؟</verse>
				<verse number="12">زۀ ولې د مور په غېږ کښې وم، هغې ولې ما له سينه راکړې ده؟</verse>
				<verse number="13">کۀ زۀ مړ وے نو خاموش به وے، زۀ به اودۀ وے، او زۀ به په آرام وے</verse>
				<verse number="14">د دُنيا د بادشاهانو او وزيرانو سره چې هغوئ د خپل ځان دپاره محلونه جوړ کړى وُو او اوس ترې نه کنډرات جوړ دى،</verse>
				<verse number="15">يا د شهزادګانو سره چې د هغوئ سره سرۀ زر وى، چې هغوئ خپل کورونه د سپينو زرو نه ډک کړى وُو.</verse>
				<verse number="16">يا زۀ د مړ پېدا شوى ماشوم په شان ولې ښخ نۀ شوم، د هغه ماشوم په شان چې رڼا يې هيڅکله نۀ وى ليدلې؟</verse>
				<verse number="17">چرته چې بدعمله خلق تکليف نۀ شى جوړولے، او ستړى خلق په آخر کښې آرام مومى.</verse>
				<verse number="18">چرته چې قېديان هم په آرام وى، او هغوئ د ظالمانو آواز نۀ اورى.</verse>
				<verse number="19">غټ او واړۀ هلته دى، او غلامان د خپلو نېکانو نه آزاد دى.</verse>
				<verse number="20">چې څوک په مصيبت کښې وى هغه ولې ژوندى پرېږدى، او چې د چا ژوند د غمونو نه ډک وى نو هغۀ له ژوند ولې ورکوى؟</verse>
				<verse number="21">چې څوک مرګ غواړى، هغۀ له نۀ راځى، هغوئ دا د پټې خزانې نه زيات لټوى،</verse>
				<verse number="22">کله چې هغوئ مړۀ شى نو ډېر خوشحاله شى، او چې کله قبر له لاړ شى نو هغوئ خوشحاله شى.</verse>
				<verse number="23">چې څوک لار نۀ شى ليدلے نو هغۀ له رڼا ولې ورکولے شى، څوک چې خُدائ پاک راګېر کړے وى.</verse>
				<verse number="24">ځکه چې د روټۍ په ځائ ما ته اسويلى راځى، او زما فريادونه د اوبو په شان تويَولے شى.</verse>
				<verse number="25">چې زۀ د څۀ نه يرېږم نو هغه په ما راځى، او چې د څۀ نه يرېږم نو هغه په ما راغورزيږى.</verse>
				<verse number="26">زۀ په آرام نۀ يم او نۀ زۀ خاموش يم، زۀ پرېشانه يم، خو زما مصيبت نۀ ختميږى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">بيا تيمانى اليفز په جواب کښې ووئيل،</verse>
				<verse number="2">”کۀ څوک تا ته يوه خبره وکړى نو تۀ به خفه کېږې څۀ؟ خو د خبرو نه څوک ځان منع کولے شى؟</verse>
				<verse number="3">ګوره، تا ډېرو خلقو ته ښودنه کړې ده، تا کمزورى لاسونه تکړه کړى دى.</verse>
				<verse number="4">ستا ډاډګيرنې خلق په خپلو پښو ودرولى دى. کوم خلق چې په غورزېدو وُو هغوئ يې نېغ کړى دى.</verse>
				<verse number="5">خو اوس مصيبت په تا باندې راغلے دے او تۀ وارخطا يې، چې دا تا له درنزدې شى نو تۀ پرېشانه شې.</verse>
				<verse number="6">ستا اعتماد د خُدائ پاک يره نۀ ده څۀ، او ستا نېک عمل تا له اُميد نۀ درکوى؟</verse>
				<verse number="7">اوس دا سوچ وکړه، داسې څوک شته چې بې‌ګناه وى او تباه شى؟ او داسې څوک صادق شته چې تباه شوے وى؟</verse>
				<verse number="8">چې څومره ما ته پته ده، چې چا دا بې‌اِنصافى کړې ده چې چا مصيبت کَرلے دے، نو هغۀ مصيبت رېبلے دے.</verse>
				<verse number="9">د خُدائ پاک د ساه په ذريعه هغوئ سزا موندلې ده، او د هغۀ د غصې د زور په وجه هغوئ تباه شوى دى.</verse>
				<verse number="10">بدعمله د ازمرى په شان غړمبيږى، خو خُدائ پاک هغوئ غلى کوى او غاښونه يې ماتوى.</verse>
				<verse number="11">لکه چې تکړه ازمرے د ښکار د کمى په وجه هلاکيږى، او د دې واړۀ بچى خوارۀ وارۀ شى.</verse>
				<verse number="12">اوس ما ته پټ پټ يو خبر راغلو، او زما غوږُونو ته د دې غلے شان آواز راغلو.</verse>
				<verse number="13">په نيمه شپه ما يو يروونکے خوب وليدو، دا په هغه وخت وو چې خلق په دروند خوب اودۀ وُو،</verse>
				<verse number="14">يره او لړزان په ما باندې راغلل، چې دې زما ټول بدن وخوځولو.</verse>
				<verse number="15">يو روح زما په وړاندې تېر شو او زما په بدن وېښتۀ نېغ ودرېدل.</verse>
				<verse number="16">هغه روح ولاړ وو، خو ما ته پته نشته چې دا څۀ وُو. زما د سترګو په وړاندې يو شکل وو، هر څۀ خاموش وُو، بيا ما يو آواز واورېدو،</verse>
				<verse number="17">ولې انسان کولے شى چې د خُدائ پاک په وړاندې صادق شى څۀ؟ ولې انسان د خالِق نه زيات پاک کېدے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="18">تر دې پورې چې هغه په خپلو خِدمتګارانو باندې هم اعتماد نۀ کوى، او هغه د خپلو فرښتو کار ته هم غلط وائى،</verse>
				<verse number="19">نو هغه به په انسان باندې څومره کم اعتماد وکړى څوک چې د خاورې نه جوړ وى. نو څوک چې د خاورى نه جوړ وى هغه به د پتنګ په شان په آسانۍ ذرې ذرې شى.</verse>
				<verse number="20">سحر روغ وى او ماښام مړ شى. او څوک هم پرې خبر نۀ شى او د تل دپاره تباه شى.</verse>
				<verse number="21">د هغوئ نه خپل ټول مال اخستے شوے دے، هغوئ په جاهليت مړۀ شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">آواز وکړه، داسې څوک شته چې تا له جواب درکړى؟ داسې يوه فرښته شته څۀ چې د هغې نه مدد وغواړې؟</verse>
				<verse number="2">په حقيقت کښې نفرت کم عقل خلق وژنى، او حسد ساده خلق وژنى.</verse>
				<verse number="3">ما دا ليدلى دى چې څۀ کم عقل خلق د لږ وخت دپاره کامياب وى، خو بيا ناڅاپه تباهى ورباندې راشى.</verse>
				<verse number="4">د هغوئ د بچو دپاره به د پناه هيڅ امکان نۀ وى، او داسې به څوک نۀ وى چې په عدالت کښې يې خلاص کړى.</verse>
				<verse number="5">اوږى خلق د کم عقلو فصلونه خورى، کۀ د هغۀ د پټو نه د حِفاظت دپاره ازغى هم تاو وى، لالچى خلق د هغوئ دولت ختم کړى.</verse>
				<verse number="6">ځکه چې خفګان د زمکې نه نۀ راځى، او نۀ مصيبت د زمکې نه پېدا کيږى،</verse>
				<verse number="7">خو انسانان د مصيبت دپاره داسې پېدا شوى دى لکه چې د اور بڅرکى بره الوځى.</verse>
				<verse number="8">کۀ زۀ ستا په ځائ وے نو ما به خُدائ پاک لټولے، او خُدائ پاک ته به مې فرياد اورولے.</verse>
				<verse number="9">هغه داسې لوئ لوئ کارونه کوى چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى، هغه بې‌شمېره عجيبه کارونه کوى.</verse>
				<verse number="10">هغه په زمکه باندې باران ورَوى او هغه پټو ته اوبۀ رالېږى،</verse>
				<verse number="11">چې څوک غريب وى نو خُدائ پاک يې مالداره کړى، او چې څوک غمژن وى نو خوشحالى ورکړى.</verse>
				<verse number="12">هغه د چالاکو منصوبې ګډې وډې کړى، نو داسې د هغوئ په لاس کښې هيڅ کاميابى نۀ راځى.</verse>
				<verse number="13">هغه هوښيار د خپلې چالاکۍ په جال کښې راګېروى، او چالاک خلق زر فنا شى.</verse>
				<verse number="14">د ورځې په وخت په هغوئ تيارۀ راشى او د غرمې په وخت داسې تيندکونه خورى لکه چې شپه وى.</verse>
				<verse number="15">خو هغه ضرورتمند خلق د مرګ نه بچ کوى، او د زورَور د زور نه يې بچ کوى.</verse>
				<verse number="16">نو چې غريبانان اُميد ولرى، او د بې‌اِنصافه خلقو خولې بندې کړے شى.</verse>
				<verse number="17">چې خُدائ پاک څوک ټيک کړى نو هغوئ څومره خوشحاله وى، نو په دې وجه د قادر خُدائ تربيت ته سپک مۀ ګورئ.</verse>
				<verse number="18">کۀ هغه زخمى کول کوى، نو هغه يې مرهم پټۍ هم کوى، کۀ هغه وهل کوى، نو د هغۀ لاسونه يې علاج هم کوى.</verse>
				<verse number="19">هغه به تاسو د شپږو افتونو نه بچ کوى، او په اوؤم کښې به تاسو ته هيڅ نقصان نۀ رسيږى.</verse>
				<verse number="20">په قحط کښې به هغه تاسو د مرګ نه په بيعه واخلى، او په جنګ کښې به مو د مرګ نه بچ کړى.</verse>
				<verse number="21">تاسو به د سپکو خبرو نه بچ شئ، او چې کله تباهى راځى نو تاسو به نۀ يرېږئ.</verse>
				<verse number="22">په تباهۍ او قحط پورې به تاسو خندا کوئ، او د زمکې د ځنګلى ځناورو نه به نۀ يرېږئ.</verse>
				<verse number="23">تاسو چې کوم پټى کَرئ نو په هغې کښې به کاڼى نۀ وى، او ځنګلى ځناور به په تاسو حمله نۀ کوى.</verse>
				<verse number="24">تاسو ته به پته ولګى چې ستاسو کور محفوظ دے، تاسو به وګورئ چې ستاسو د رَمو نه به هيڅ ورک نۀ وى.</verse>
				<verse number="25">تاسو ته به پته ولګى چې ستاسو اولاد به ډېر وى، داسې بې‌شمېره لکه په زمکه چې واښۀ وى.</verse>
				<verse number="26">تاسو به خپل قبر ته په بوډاتوب کښې ځئ، لکه چې د فصل ګېډۍ درمند ته په خپل موسم کښې راځى.</verse>
				<verse number="27">ګوره، زمونږه چې د عمر په حقله کومه تجربه ده، دا حقيقت دے. دا نصيحت واوره او په دې باندې عمل وکړه.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">ايُوب جواب ورکړو، ”کاش چې زما غم تللے شوے وے، او زما ټول مصيبتونه په تله کښې اچولے شوى وے.</verse>
				<verse number="2"></verse>
				<verse number="3">ځکه چې دا به د سمندر د شګو نه درانۀ وى، نو په دې وجه زما خبرې ګډې وډې وې.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې زۀ د قادر خُدائ په غشو باندې لګېدلے يم، د دې زهر زما په بدن کښې خوريږى، د خُدائ پاک افتونه په ما باندې راروان دى.</verse>
				<verse number="5">ولې زۀ د شکايت کولو حق نۀ لرم؟ ولې ځنګلى خرونه او غوَيى آواز نۀ کوى څۀ چې کله هغوئ خوراک نۀ لرى؟</verse>
				<verse number="6">چې څۀ څيز بې‌خونده وى نو هغه د مالګې نه بغېر خوړلے شى څۀ، يا د هګۍ په سپينو کښې څۀ مزه شته؟</verse>
				<verse number="7">کله چې زۀ دې ته وګورم نو زما لوږه ختمه شى، په داسې خوراک زۀ بيمارېږم.</verse>
				<verse number="8">کاش چې زما خواست منظور شى، او خُدائ پاک زما خواهش پوره کړى،</verse>
				<verse number="9">زړۀ مې غواړى چې تباه مې کړى، او چې هغه خپل لاس راوږد کړى او ما ووژنى.</verse>
				<verse number="10">دا به زما دپاره تسلى وى، زۀ به په بې‌رحمه درد کښې هم خوشحاله يم، ځکه چې ما به بيا هم د مقدسې هستۍ د خبرو نه اِنکار نۀ وى کړے.</verse>
				<verse number="11">زما دومره طاقت نشته چې زۀ دا برداشت کړم، او چې زما څۀ اُميد نشته نو بيا زۀ ولې ژوندے يم؟</verse>
				<verse number="12">زما طاقت لکه د کاڼو دے څۀ؟ زما بدن د اوسپنې نه جوړ دے څۀ؟</verse>
				<verse number="13">په حقيقت کښې زۀ د خپل ځان سره د مدد کولو وس نۀ لرم، او خلاصون زما نه تلے دے.</verse>
				<verse number="14">يو کس له په کار وى چې په خپل کمزورى دوست باندې رحم وکړى، خو تاسو سره د قادر خُدائ يره نۀ وى او په ما اِلزام لګوئ.</verse>
				<verse number="15">زما وروڼو، تاسو ما سره د خوړ په شان دوکه بازى کوئ، چې کله باران نۀ وى نو دا اوچ شى.</verse>
				<verse number="16">چې د ويلې شوې واورې د اوبو نه ډک وى،</verse>
				<verse number="17">خو د ګرمۍ په وخت کښې دا اوبۀ اوچې شى، کله چې ګرمى شى، نو دا فنا شى.</verse>
				<verse number="18">د اوبو لټولو دپاره قافلې خپلې لارې بدلې کړى، خو د څښلو دپاره اوبۀ نۀ وى، نو هغوئ مړۀ شى.</verse>
				<verse number="19">د تيما قافلې دا اوبۀ لټوى، او د شيبا مسافر دا اُميد لرى چې اوبۀ به پېدا کړى.</verse>
				<verse number="20">د قافلې يقين وى چې هغوئ به اوبۀ پېدا کړى، خو چې کله هلته ورسيږى نو هغوئ مايُوسه شى او اُميد يې ختم شى.</verse>
				<verse number="21">اوس تاسو هم د دې اوچ خوړ په شان يئ چې بې‌کاره دے، تاسو زما مصيبت وليدلو او ويرېدئ.</verse>
				<verse number="22">ولې ما وئيلى دى څۀ، چې ما له تُحفه راکړئ؟ يا مې د پېسو دپاره تا ته کله مِنت کړے دے څۀ؟</verse>
				<verse number="23">يا دا چې د دشمن د لاس نه مې بچ کړئ؟ يا د ظالمانو نه مې خلاص کړئ؟</verse>
				<verse number="24">ما ته وښايئ او زۀ به خاموش شم، ما پوهه کړئ چې زۀ څنګه په غلطه يم.</verse>
				<verse number="25">رښتيا خبرې څومره د درد نه ډکې وى. خو ستاسو د دې بحث نه مطلب څۀ دے؟</verse>
				<verse number="26">ستاسو خيال دا دے څۀ چې زما خبرې به صحيح کړئ، او د نا اُميده سړى خبرې بې‌مطلبه ګڼئ؟</verse>
				<verse number="27">تاسو به يتيمان هم خرڅ کړئ، او تاسو به د خپل دوست په سر هم پېسې واخلئ.</verse>
				<verse number="28">خو اوس ما ته وګورئ، ولې زۀ به تاسو ته دروغ وايم څۀ؟</verse>
				<verse number="29">خپل سوچ بدل کړئ او بې‌اِنصافه مۀ جوړېږئ، داسې وګڼئ چې زۀ په حقه يم.</verse>
				<verse number="30">ستاسو څۀ خيال دے زۀ دروغ وايم څۀ؟ ستاسو په خيال کښې زۀ په رښتيا او دروغو کښې فرق نۀ شم کولے؟</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">بنى آدم په دُنيا کښې سخت محنت نۀ کوى څۀ، او د هغوئ ژوند د مزدور په شان نۀ دے څۀ؟</verse>
				<verse number="2">لکه چې غلامان د سورى په ارمان وى، او لکه مزدوران د خپلې تنخواه په طمع وى.</verse>
				<verse number="3">په مياشتو مياشتو زما څۀ مقصد نشته، او د غم شپې ما له راکړے شوې دى.</verse>
				<verse number="4">کله چې زۀ څملم نو وايم چې، زۀ به کله پاڅم؟ خو شپه اوږده وى، او تر سحر پورې په کټ کښې اوړم راوړم.</verse>
				<verse number="5">زما بدن د دانو او چينجو نه ډک دے، زما څرمن سخا شى او بيا وشليږى.</verse>
				<verse number="6">زما عُمر د سيلۍ په شان تېز روان دے، او په نااُميدۍ کښې ختميږى.</verse>
				<verse number="7">ياد ساته چې زما ژوند صرف يوه ساه ده، او زما سترګې به بيا هيڅکله ښۀ ورځ ونۀ ګورى.</verse>
				<verse number="8">تۀ ما اوس وينې خو بيا به مې ونۀ ګورې، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به نۀ يم.</verse>
				<verse number="9">لکه څنګه چې وريځ کمه شى او فنا شى، نو چې څوک لاندې قبر ته لاړ شى نو هغه ترې نه بيا هيڅکله نۀ شى راختلے،</verse>
				<verse number="10">هغوئ بيا واپس خپلو کورونو ته نۀ شى راتلے، او هغوئ به هيڅکله نۀ ښکارى.</verse>
				<verse number="11">نو په دې وجه زۀ به خپله خولۀ نۀ بندوم، زۀ به د خپل زړۀ د درد اظهار کوم، زما زړۀ د غصې نه تاو کړے دے.</verse>
				<verse number="12">زۀ سمندرى بلا يم څۀ؟ چې ما د نظر لاندې ساتې؟</verse>
				<verse number="13">زۀ د دې دپاره څملم چې آرام وکړم، د دې دپاره چې د درد نه خلاص شم.</verse>
				<verse number="14">نو تۀ بيا ما په خوبونو کښې يروې او په تصور کښې مې يروې،</verse>
				<verse number="15">نو زما دپاره د ساه بندېدل ښۀ دى، د داسې کړاؤ نه په مرګ خوشحال يم.</verse>
				<verse number="16">زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به همېشه ژوندے نۀ يم. په دې لنډ تنګ ژوند کښې ما پرېږده.</verse>
				<verse number="17">بنى آدم څۀ څيز دے، چې تۀ يې دومره خاص ګڼې، چې تۀ هغوئ ته دومره توجو ورکوې،</verse>
				<verse number="18">هر سحر يې معائنه کوې، او هر وخت هغوئ معلوموې؟</verse>
				<verse number="19">تۀ به ما له د يوې لحظې موقع رانۀ کړې چې ساه پکښې واخلم؟</verse>
				<verse number="20">اے د بنيادمو ليدونکيه، کۀ زۀ ګناه کوم، نو په تا باندې څۀ اثر کوى؟ تا زۀ ولې په نښه کړے يم؟ زۀ په تا باندې بوج جوړ شوے يم څۀ؟</verse>
				<verse number="21">تۀ زما غلطيانې ولې نۀ معاف کوې او زما ګناه ولې نۀ لرې کوې؟ زۀ به ډېر زر په لحد کښې پروت يم، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به مړ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">بيا بِلداد شوحى ووئيل،</verse>
				<verse number="2">”ترڅو پورې به تۀ دا خبرې کوې، او دا بک بک به جارى ساتې؟</verse>
				<verse number="3">خُدائ پاک د اِنصاف نه نۀ اوړى. او د قادر خُدائ کارونه همېشه په حقه وى.</verse>
				<verse number="4">کۀ ستاسو بچو د هغۀ خِلاف ګناه کړې وى، نو هغوئ ته به د هغې بدله مِلاو شوې وى.</verse>
				<verse number="5">کۀ تۀ خُدائ پاک ولټوې او قادر خُدائ ته په دُعا کښې سوال وکړې،</verse>
				<verse number="6">کۀ تۀ صفا او صادق يې، نو هغه به په خپله راپاڅى او هغه به تا له خپل صحيح مقام واپس درکړى.</verse>
				<verse number="7">اګر چې ستا شروع معمولى شان وه، خو په مستقبل کښې به مالدار شې.</verse>
				<verse number="8">معلوماتو دپاره مخکښېنو نسلونو نه تپوس وکړه، او د هغوئ چې کومې تجربې دى په هغې غور وکړه.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې مونږ پرون پېدا شوى يُو او مونږ ته هيڅ پته نۀ لګى، ځکه چې په زمکه باندې زمونږ وخت د سورى په شان روان دے.</verse>
				<verse number="10">خو پرېږده چې هوښيار مشران درته ښودنه وکړى، او د هغوئ وېنا ته غوږ نيسه.</verse>
				<verse number="11">چرته چې اوبۀ نۀ وى نو هلته لوخه نۀ را شنه کيږى، دا د اوبو نه بغېر نۀ کيږى.</verse>
				<verse number="12">او دا لا شنه وى او رېبلے شوې نۀ وى، خو د نورو واښو نه زر وچيږى.</verse>
				<verse number="13">نو چې څوک خُدائ پاک هېروى نو د هغوئ هم دغه لار ده، چې څوک د خُدائ نه منکر وى نو د هغوئ اُميد به ختم شى.</verse>
				<verse number="14">د هغوئ ايمان نازک وى، د هغوئ يقين د جولا د جالې په شان وى.</verse>
				<verse number="15">چې څوک په دې جاله يقين کوى نو هغوئ ته به دا جاله ټينګه نۀ شى، کۀ څوک ورپورې ځان وتړى، نو دا به يې برداشت نۀ کړى.</verse>
				<verse number="16">منکر کسان داسې ښکارى چې په نمر کښې رازرغون وى، او د دې څانګې په باغ کښې خورې ورې وى.</verse>
				<verse number="17">د هغوئ جرړې د کاڼو د ډېرى نه تاويږى، او دا کاڼى کلک نيسى.</verse>
				<verse number="18">خو کۀ هغوئ د خپل ځائ نه لرې کړے شى، نو بيا به هغوئ اِنکار وکړى او وائى به چې ما تاسو کله هم نۀ يې ليدلے.</verse>
				<verse number="19">ګوره، د هغوئ خوشحالى به د لږ وخت دپاره وى، خو نور بوټى راشنۀ شى او د دې ځائ ونيسى.</verse>
				<verse number="20">ګوره، خُدائ پاک به يو بې‌داغه کس نۀ رد کوى، او نۀ به د بدعمله خلقو مدد وکړى.</verse>
				<verse number="21">هغه به بيا هم تاسو له خوشحالى درکړى، او ستاسو خولې به د خندا نۀ ډکې کړى.</verse>
				<verse number="22">چې څوک ستا نه نفرت کوى نو هغوئ به په شرمونو وشرميږى، او د بدکارانو کور به تباه شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">نو ايُوب ورته په جواب کښې وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”په حقيقت کښې ما ته پته ده چې دا هم داسې ده، خو بنى آدم د خُدائ پاک په مخکښې څنګه صادق کېدے شى؟</verse>
				<verse number="3">کۀ يو کس د هغۀ سره لانجه کول وغواړى، نو هيڅ څوک به د هغۀ د زرګونو سوالونو نه د يو جواب هم ورنۀ کړى.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې هغه زورَور او د حِکمت خاوند دے او څوک هم چې د هغۀ مخالفت کوى نو نقصان به اوچتوى.</verse>
				<verse number="5">هغه ناڅاپه غرونه خوځوى، او په غصه کښې يې تباه کوى،</verse>
				<verse number="6">څوک چې په زمکه زلزله راولى، او د دې بنيادونه خوځوى،</verse>
				<verse number="7">کۀ هغه حُکم وکړى نو نمر به راونۀ خېژى، او ستورى به ونۀ ځليږى،</verse>
				<verse number="8">چا چې يواځې آسمانونه خوارۀ کړى دى چا چې د سمندر چپې ايسارې کړې دى،</verse>
				<verse number="9">چا چې ټول ستورى جوړ کړى دى، په دې کښې دب اکبر، جبار او ثريا او جنوبى ستورى هم شامل دى.</verse>
				<verse number="10">څوک چې د عقل نه بهر لوئ لوئ کارونه کوى، او بې‌شمېره عجيبه عجيبه کارونه کوى.</verse>
				<verse number="11">ګوره، هغه زما نه تېر شو، خو زۀ هغه نۀ وينم، هغه تېريږى، خو زۀ د هغۀ په تلو نۀ پوهېږم.</verse>
				<verse number="12">چې هغه روح وباسى نو څوک يې منع کولے شى؟ څوک دا جرأت کولے شى چې ورته ووائى چې تۀ څۀ کوې؟</verse>
				<verse number="13">خُدائ پاک به د خپلې غصې نه نۀ اوړى، هغۀ سمندرى بلاګانې هم د پښې لاندې چخڼى کړى دى.</verse>
				<verse number="14">نو زۀ څوک يم چې هغۀ له جواب ورکړم، او زۀ څوک يم چې د هغۀ سره بحث وکړم؟</verse>
				<verse number="15">اګر چې زۀ بې‌ګناه يم او زۀ هغۀ له جواب نۀ شم ورکولے، زۀ خپل قاضى ته صِرف د رحم درخواست کولے شم.</verse>
				<verse number="16">کۀ ما هغۀ ته آواز وکړو او هغۀ جواب راکړو، نو زما يقين نۀ دے چې هغه به زما فرياد واورى.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې هغۀ زۀ په طوفان وهلے يم، او هغه بار بار ما زخمى کوى،</verse>
				<verse number="18">هغه به ما ساه اخستو ته پرې نۀ ږدى، خو زما ژوند به د غمونو نه ډک کړى.</verse>
				<verse number="19">کۀ دا د زور خبره وى، نو هغه طاقتور دے. کۀ دا د اِنصاف خبره وى، نو هغه عدالت ته څوک راغوښتے شى؟</verse>
				<verse number="20">اګر چې زۀ بې‌ګناه يم، خو زما خپله خولۀ به ما مجرم کړى، اګر چې زۀ بې‌داغه يم، خو خپله خولۀ به ما ګناهګار ثابِتوى.</verse>
				<verse number="21">زۀ بې‌داغه يم، زۀ خپل ځان هم نۀ پېژنم، زۀ خپل ژوند ته سپک ګورم.</verse>
				<verse number="22">ګناهګار او بې‌ګناه ټول د خُدائ پاک په نظر کښې يو شان دى نو ځکه زۀ وايم، هغه بې‌داغه او بدکاره دواړه تباه کوى.</verse>
				<verse number="23">کله چې افت ناڅاپه مرګ راولى، نو هغه د بې‌ګناه په غم پورې ټوقې کوى.</verse>
				<verse number="24">ټوله دُنيا د بدکاره په لاس کښې ورکړے شوې ده، خُدائ پاک د قاضيانو سترګې پټوى، کۀ هغه دا نۀ کوى نو بيا يې څوک کوى، او دا څوک دے؟</verse>
				<verse number="25">زما ژوند د منډه وهونکى نه تېز دے، دا په منډه روان دے او هيڅ خوشحالى ورته نۀ ملاويږى.</verse>
				<verse number="26">زما ژوند د تېزې کشتۍ په شان روان دے، داسې لکه چې باز په ښکار باندې غوټه شى.</verse>
				<verse number="27">کۀ اراده وکړم چې خپل شکايت پرېږدم، نو زۀ به خپل خفګان په خوشحالۍ بدل کړم،</verse>
				<verse number="28">زۀ د خپلو ټولو تکليفونو نه يرېږم، ځکه چې زۀ په دې پوهيږم چې تاسو به ما بې ګناه ونۀ ګڼئ.</verse>
				<verse number="29">چې زۀ مجرم ګڼلے شم، نو زۀ بيا بې‌فائدې خوارى ولې کوم؟</verse>
				<verse number="30">کۀ زۀ خپل ځان په واوره ووينځم او خپل لاسونه په صابون پاک کړم،</verse>
				<verse number="31">خو تۀ به ما يوې ګنده کندې ته وروغورزوې، او زما خپلې جامې به زما نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="32">هغه زما په شان فانى انسان نۀ دے، نو ځکه نۀ ورسره بحث کولے شم او نۀ يې د جرګې ځائ ته بوتلے شم.</verse>
				<verse number="33">زمونږ په مينځ کښې روغه کوونکے نشته، چې هغه زمونږ دواړو روغه جوړه وکړى.</verse>
				<verse number="34">کۀ مينځګړے ما د خُدائ پاک د سزا نه بچ کړى نو زۀ به بيا په يره کښې ژوند نۀ تېروم.</verse>
				<verse number="35">بيا به زۀ ډاډه خبرې کوم چې د هغۀ يره زما په زړۀ کښې نۀ وى خو چې ترڅو پورې دا يره وى نو زۀ نۀ شم کولے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به ډېر شکايتونه کوم، زۀ به په مايوسۍ کښې خبرې کوم.</verse>
				<verse number="2">زۀ به خُدائ پاک ته ووايم چې ما مۀ رد کوه، او تۀ چې په ما کوم اِلزام لګوې نو د هغې نه ما خبر کړه.</verse>
				<verse number="3">دا تا ته ښۀ ښکارى، چې ما په عذاب کړې، چې ما يعنې د خپلو لاسونو کار رد کړې او د بدکارو خلقو منصوبو ته ښۀ ووائې؟</verse>
				<verse number="4">ولې ستا نظر د انسانانو په شان دے؟ تۀ د انسان په شان کتل کوې څۀ؟</verse>
				<verse number="5">ستا عُمر زمونږ په شان لنډ دے څۀ؟ يا ستا کالونه د انسانانو د کالونو په شان دى څۀ؟</verse>
				<verse number="6">چې تۀ زما غلطى معلوموې او زما ګناه لټوې،</verse>
				<verse number="7">اګر چې تا ته پته ده چې زۀ بې‌ګناه يم، او ستا د لاسونو نه مې هيڅ څوک نۀ شى بچ کولے.</verse>
				<verse number="8">ستا لاسونو ما له صورت راکړو او جوړ يې کړم، او اوس مې بېخى تباه کوې.</verse>
				<verse number="9">هغه راپه ياد کړه چې تا زۀ د خټو نه جوړ کړم، او اوس به تۀ ما بيا خاورې کوې؟</verse>
				<verse number="10">تا زۀ د مور په خېټه کړم او زما وجود دې جوړ کړو.</verse>
				<verse number="11">تا زۀ د غوښې او څرمنې نه جوړ کړم، او د هډُوکو او پټو په ذريعه دې يو ځائ وتړلم.</verse>
				<verse number="12">تا ما له ژوند او نۀ ختمېدونکې مينه راکړې ده، او تا زما د ژوند ښۀ حِفاظت کړے دے.</verse>
				<verse number="13">خو اوس ما ته پته ولګېده چې تا د ډېر وخت نه ما ته د نقصان دپاره پټه منصوبه جوړه کړې وه.</verse>
				<verse number="14">کۀ زۀ ګناه وکړم نو تۀ ما وينې، او زما ګناه تۀ نۀ معاف کوې.</verse>
				<verse number="15">کۀ زۀ بدکاره يم، نو ما غمژن کړه. او کۀ زۀ صادق يم، نو خپل سر نۀ شم اوچتولے، ځکه چې زۀ د شرم سره مخ شوے يم او په غمونو کښې ډوب يم.</verse>
				<verse number="16">او کۀ زۀ خپل سر اوچتوم، نو تۀ د ازمرى په شان زما ښکار کوې، او خپل لوئ طاقت زما خِلاف استعمالوې.</verse>
				<verse number="17">تۀ خپل ګواهان زما خِلاف بيا راتازه کړې، او خپله غصه زما خِلاف زياتوې، تۀ زما خِلاف تازه دم فوجيان رالېږې.</verse>
				<verse number="18">تا زۀ د مور د خېټې نه ولې راوويستلم؟ کاش چې زۀ د خلقو د سترګو د ليدو نه مخکښې مړ شوے وے.</verse>
				<verse number="19">ښۀ به دا وے چې د سره پېدا شوے نۀ وے او د مور د خېټې نه سيدها قبر ته تلے وے.</verse>
				<verse number="20">زما ژوند لنډ نۀ دے څۀ؟ ما پرېږده نو چې داسې يو ساعت په آرام شم،</verse>
				<verse number="21">خو چې زۀ لاړ شم او بيا هيڅکله راواپس نۀ شم، چې تور او د تکې تورې تيارې مُلک ته لاړ شم،</verse>
				<verse number="22">د نيمې شپې په شان تيارۀ، د لانجو مُلک ته، چرته چې رڼا هم د تيارې په شان وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">بيا ضوفر نعماتى جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="2">”د ډېرو خبرو جواب په کار نۀ دے څۀ؟ ولې يو سړے په ډېرو خبرو خپل ځان بې‌ګناه ثابتولے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="3">ستا فالتو خبرې دې نور خلق غلى کړى څۀ؟ کله چې تۀ د چا سپکاوے کوې، نو څوک به تا ته ګوته نۀ نيسى څۀ؟</verse>
				<verse number="4">ځکه چې تۀ وائې چې زما عقيده ټيک ده، او زۀ د خُدائ پاک په نظر کښې صفا يم،</verse>
				<verse number="5">کاش چې خُدائ پاک کلام کړے وے، او هغۀ تا ته صفا وېنا کړے وے،</verse>
				<verse number="6">او هغه به تا ته د حِکمت رازُونه وښائى. ځکه چې رښتينے حِکمت په ډېرو طريقو سره حاصليږى. نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک تا له د هغې نه کمه سزا درکوى چې څومره تۀ د ګناه په وجه حقدار يې.</verse>
				<verse number="7">ولې تۀ د خُدائ پاک هغه پټې خبرې معلومولے شې؟ او يا تۀ د قادر خُدائ حد معلومولے شې څۀ؟</verse>
				<verse number="8">دا حد د آسمان نه اوچت دے، تۀ څۀ کولے شې؟ او د مرګ د کندې نه ډُوب دے، تا ته څۀ پته ده؟</verse>
				<verse number="9">د دې پېمانه د زمکې نه اوږده ده، او د سمندر نه پلنه ده.</verse>
				<verse number="10">کۀ خُدائ پاک راشى او تا په قېدخانه کښې واچوى، او هغه د اِنصاف دپاره عدالت جوړ کړى، نو هغه څوک ايسارولے شى؟</verse>
				<verse number="11">ځکه چې هغۀ ته پته ده چې څوک دوکه باز دے، او هغه يې د هرې ګناه نه خبر وى.</verse>
				<verse number="12">خو يو کم عقل کس به په هغه وخت هوښيار شى، چې کله د يوې کوچاڼې نه يو انسان پېدا شى.</verse>
				<verse number="13">کله چې ستا خپل زړۀ تيار شې، او لاسونه هغۀ ته اوچت کړې</verse>
				<verse number="14">د ګناهونو نه ځان خلاص کړې، او بدعملى د خپل کور نه ختمه کړې،</verse>
				<verse number="15">نو يقيناً به بيا تۀ خپل سر بغېر د څۀ شرم نه اوچت کړې، تۀ به په امن کښې يې او نور به نۀ يرېږې.</verse>
				<verse number="16">تۀ به خپل غم هېر کړې، او داسې به دې هېر شى لکه چې بيا به دې هيڅ خيال کښې نۀ راځى.</verse>
				<verse number="17">او ستا ژوند به د غرمې د نمر نه زيات روښانه وى، او تيارۀ به دې هم د سحر د رڼا په شان وى.</verse>
				<verse number="18">او ستا به اعتماد پېدا شى، ځکه چې اُميد شته، او تۀ به بچ شې او په حِفاظت کښې به آرام کوې.</verse>
				<verse number="19">تۀ به څملې او هيڅ څوک به تا نۀ يروى، ډېر خلق به ستا نه د مدد اُميد ساتى.</verse>
				<verse number="20">خو د بد کاره خلقو سترګې به ړندې شى، او هغوئ به د تېښتې ټولې لارې خطا کړى، او هغوئ به صرف د مرګ په انتظار وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">نو ايُوب جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="2">”په دې کښې هيڅ شک نشته چې تاسو په هر څۀ پوهېږئ، او چې کله تاسو مرئ نو ستاسو پوهه به تاسو سره ختمه شى.</verse>
				<verse number="3">خو زۀ هم ستاسو په شان پوهه لرم، زۀ ستاسو نه کم نۀ يم، چې تاسو څۀ وايئ نو په دې باندې هر څوک پوهيږى.</verse>
				<verse number="4">زۀ د خپلو دوستانو دپاره يوه مسخره يم، زۀ چې خُدائ پاک ته آواز کوم نو هغه زما آواز اورى، زۀ يو داسې سړے يم چې صادق او بې‌داغه يم، خو زۀ مسخره جوړ شوے يم.</verse>
				<verse number="5">کوم خلق چې په آرام وى نو هغوئ په هغه چا پورې خندا کوى چې څوک په تکليف کښې دى، او هغه خلقو له ديکه ورکوى د چا چې پښې ښوئيږى.</verse>
				<verse number="6">د ډاکوانو کورونه په امن کښې وى، او چې څوک خُدائ پاک راپاروى نو هغه محفوظ وى، اګر چې هغوئ د خُدائ پاک په ځائ په خپل طاقت باندې بهروسه کوى.</verse>
				<verse number="7">خو د ځناورو نه تپوس وکړئ او هغوئ به ستاسو رهنمائى وکړى، او په هوا کښې د مارغانو نه تپوس وکړئ، نو هغوئ به تاسو ته ښودنه وکړى،</verse>
				<verse number="8">او د زمکې د بوټو نه تپوس وکړئ، نو دا به تاسو ته ښودنه وکړى، او د سمندر کبانو نه تپوس وکړئ نو هغه به تاسو ته دا بيان وکړى.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې هغوئ ټولو ته پته ده چې زما تکليف د مالِک خُدائ د طرف نه دے.</verse>
				<verse number="10">د هغۀ په لاس کښې د هر ژوندى څيز ژوند دے او د هغۀ په لاس کښې د هر بشر ساه ده.</verse>
				<verse number="11">ولې غوږونه د خبرو معائنه نۀ کوى لکه څنګه چې ژبه د خوراک خوند معلوموى؟</verse>
				<verse number="12">ولې حِکمت د سپين‌ږيرو سره نۀ وى څۀ؟ ولې زيات عُمر سره پوهه نۀ راځى څۀ؟</verse>
				<verse number="13">حِکمت او طاقت د خُدائ پاک سره دى، د هغۀ سره رهنمائى او پوهه شته دے.</verse>
				<verse number="14">چې هغه څۀ وران کړى نو هيڅ څوک يې بيا نۀ شى جوړولے، او چې هغه کوم سړے قېدى کړى نو هغه خلاصېدلے نۀ شى.</verse>
				<verse number="15">کۀ هغه باران ايسار کړى، نو زمکه به اوچه شى، کۀ هغه اوبۀ راپرېږدى، نو اوبۀ به زمکه تباه کړى.</verse>
				<verse number="16">طاقت او حِکمت د هغۀ سره دے، دوکه خوړونکے او دوکه ورکوونکے د هغۀ د اختيار لاندې دى.</verse>
				<verse number="17">هغه د مشرانو نه پوهه اخلى، او د قاضيانو نه کم عقلان جوړوى.</verse>
				<verse number="18">هغه د بادشاهانو نه اختيار واخلى، او د هغوئ نه غلامان جوړ کړى.</verse>
				<verse number="19">هغه اِمامان شړى او اختيار ترې اخلى، او هغه طاقتور لرې کوى چې ډېر وخت يې حکومت کړے وى.</verse>
				<verse number="20">هغه اعتبارى مشيران غلى کړى، د مشرانو نه حِکمت يوسى.</verse>
				<verse number="21">هغه شهزادګان سپک کړى، او هغه د زورَورو زور اوبۀ کوى.</verse>
				<verse number="22">هغه د قبر تيارۀ لرې کوى، او هغه تکه توره تيارۀ په رڼا بدلوى.</verse>
				<verse number="23">هغه قومونه تکړه کړى او بيا يې تباه کړى، هغه قومونه لوئ کړى او بيا يې پرېږدى.</verse>
				<verse number="24">هغه د دُنيا د مشرانو نه پوهه ختموى، او پرې يې ږدى چې سرګردانه او پرېشانه ګرځى.</verse>
				<verse number="25">هغه مشران په تيارۀ کښې د ړندو په شان سرګردانه ګرځى، او د شرابى په شان يې ځنګېدلے کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">ګوره، زما سترګو دا هر څۀ ليدلى دى، او زما غوږُونو دا اورېدلى دى او پوهه شوے يم.</verse>
				<verse number="2">چې تا ته د څۀ پته ده نو ما ته هم د هغې پته ده، زۀ تا نه څۀ کم نۀ يم.</verse>
				<verse number="3">خو زۀ به د قادر خُدائ سره خبره وکړم، او زۀ غواړم چې هغۀ ته خپل ځان بې‌ګناه ثابت کړم.</verse>
				<verse number="4">د حقيقت پټولو دپاره تاسو دروغ وايئ، او تاسو د بې‌کاره طبيبانو په شان يئ.</verse>
				<verse number="5">مړه کۀ تاسو خولې بندې کړئ، نو دا به ستاسو عقلمندى وى.</verse>
				<verse number="6">اوس تاسو زما بحث واورئ، او زما زارۍ واورئ.</verse>
				<verse number="7">تاسو هغه څۀ وايئ څۀ چې خُدائ پاک نۀ دى وئيلى، او تاسو د هغۀ د خاطره د دوکې خبرې کوئ څۀ؟</verse>
				<verse number="8">تاسو به د هغۀ طرفدارى کوئ څۀ، تاسو به د خُدائ پاک صفائى کوئ څۀ؟</verse>
				<verse number="9">دا به ستاسو دپاره ښۀ وى څۀ چې هغه ستاسو آزمېښت وکړى؟ يا تاسو هغه داسې دوکه کولے شئ، لکه چې تاسو نور کسان دوکه کوئ؟</verse>
				<verse number="10">هغه به بې‌شکه تاسو ورَټى کۀ تاسو په پټه طرفدارى وکړئ.</verse>
				<verse number="11">د هغۀ د شان نه به تاسو يرېږئ نه څۀ، او د هغۀ يره به په تاسو باندې غالبه نۀ شى؟</verse>
				<verse number="12">ستاسو قيصې او متلونه د ايرو په شان بې‌کاره دى، او ستاسو خبرې د خټې د لوښو په شان کچه دى.</verse>
				<verse number="13">تاسو غلى شئ او ما له د خبرو کولو موقع راکړئ، نو چې څۀ کيږى هغه دې په ما وشى.</verse>
				<verse number="14">زۀ به خپل ژوند په خطره کښې واچوم، او د خپل زړۀ خبره به وکړم.</verse>
				<verse number="15">کۀ هغه ما وژنى هم خو زۀ به په هغۀ توکل کوم، او زۀ به د هغۀ په مخکښې خپله دفاع کوم.</verse>
				<verse number="16">او داسې به زۀ بچ شم ځکه چې زۀ څۀ کافر خو نۀ يم کۀ زۀ وم نو بيا به زۀ د هغۀ په مخکښې نۀ شوم ودرېدے.</verse>
				<verse number="17">زما خبره په غور سره واورئ، او تاسو ما ته غوږ ونيسئ.</verse>
				<verse number="18">ګورئ، ما د خپلې خبرې تيارے کړے دے، ما ته پته ده چې زۀ به بې‌ګناه ثابت شم.</verse>
				<verse number="19">څوک ما سره په دې باندې بحث کولے شى؟ کۀ څوک ما غلط ثابت کړى نو زۀ به خاموش شم او مړ به شم.</verse>
				<verse number="20">اے خُدايه، ما له صِرف دوه څيزونه راکړه، نو بيا به زۀ خپل ځان ستا نه نۀ پټوم.</verse>
				<verse number="21">خپله سزا زما نه لرې کړه، او په خپله يره باندې ما مۀ يروه.</verse>
				<verse number="22">بيا ما ته آواز وکړه او زۀ به جواب درکړم، يا ما له اجازت راکړه چې خبرې وکړم او تۀ ما له د هغې جواب راکړه.</verse>
				<verse number="23">زما غلطيانې او زما ګناهونه څومره دى؟ ما ته زما بغاوت او زما ګناه وښايه.</verse>
				<verse number="24">تۀ خپل مخ ولې پټوې، او تۀ ما خپل دشمن ولې ګڼې؟</verse>
				<verse number="25">زۀ خو هيڅ هم نۀ يم، نو تۀ ما ولې يروې؟ زۀ خو داسې يم لکه چې په هوا کښې پاڼې خوَزى دوړې الوځى.</verse>
				<verse number="26">ځکه چې تۀ زما خِلاف ترخې خبرې ليکې، او تۀ ما له د ځوانۍ د ګناه سزا راکوې.</verse>
				<verse number="27">تۀ زما پښې په زولنو کښې تړې، او تۀ زما په ټول چال چلن نظر ساتې، او زما د پښو چاپونه هم معلوموې.</verse>
				<verse number="28">زۀ د سخا څيزونو په شان خراب شوے يم، د هغه جامو په شان چې چينجو خوړلې وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">يو فانى انسان، د مور د خېټې نه پېدا، د يو څو ورځو مېلمه او د تکليفونو نه ډک،</verse>
				<verse number="2">د يو ګل په شان راوټوکيږى او مړاوے شى، هغه د سورى په شان منډه وهى زر زر ختميږى.</verse>
				<verse number="3">تۀ په يو کمزورى مخلوق باندې نظر ساتې؟ او تۀ ما سره عدالت کوې؟</verse>
				<verse number="4">د يو ناپاک څيز نه څوک پاک څيز راويستلے شى؟ دا کار هيڅ څوک هم نۀ شى کولے.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې د هغوئ د عُمر حد مقرر دے، او د هغوئ د مياشتو شمېر تا ته معلوم دے، او دا تا مقررې کړې دى او دا نۀ شى بدلېدلے،</verse>
				<verse number="6">نو مونږ پرېږده چې آرام وکړُو. مونږ د مزدورانو په شان يُو او مونږ پرېږده چې خپل کار په خېر ختم کړُو.</verse>
				<verse number="7">کۀ يوه ونه هم راوغورزولے شى، نو امکان شته دا به بيا راوشى، او د دې شنۀ کېدل به نۀ ختميږى.</verse>
				<verse number="8">اګر چې د دې جرړې په زمکه کښې زړيږى، او د دې مونډ په زمکه کښې ورَستيږى،</verse>
				<verse number="9">خو يو څاڅکى اوبو سره به دا بيا را شنه شى، او د يوې نوې ونې په شان به دا بيا څانګې ونيسى.</verse>
				<verse number="10">خو چې انسان مړ شى نو طاقت يې ختم شى، چې انسان ساه ورکړى نو بيا چرته وى؟</verse>
				<verse number="11">لکه څنګه چې د يو ډنډ اوبۀ کميږى، او په سيند کښې اوبۀ اوچيږى،</verse>
				<verse number="12">نو انسان په قبر کښې څملى او بيا نۀ راپاڅى، چې ترڅو پورې آسمانونه ختم شوى نۀ وى، نو هغوئ به د خپل خوب نه نۀ راپاڅى.</verse>
				<verse number="13">کاش، چې تا زۀ په قبر کښې پټ کړے وے، او چې تر هغې پورې دې زۀ فنا کړے وے چې ستا غصه تېره شوے وے، او يا دې يو وخت مقرر کړے وے چې زۀ دې راپه ياد شوے وے.</verse>
				<verse number="14">چې انسان ختم شى، نو هغه بيا ژوندے کېدے شى څۀ؟ زۀ به زما د سخت محنت په دې ټولو ورځو کښې اِنتظار کوم تر هغې پورې چې زما تکليف ختم شى.</verse>
				<verse number="15">تۀ به ما ته آواز وکړې او زۀ به جواب درکړم، تۀ به د هغه مخلوق ارمان وکړې چې تا پېدا کړى دى.</verse>
				<verse number="16">بيا به تۀ زما په هر قدم باندې نظر ساتې، خو زما د ګناهونو حساب به نۀ کوې.</verse>
				<verse number="17">زما ګناهونه به په يوه بوجۍ کښې بند شوې وى، او تۀ به زما ټولې غلطيانې پټې کړې.</verse>
				<verse number="18">خو غر راوغورزيږى او ټوټې ټوټې شى، او غټ غټ کاڼى د خپل ځائ نه وخوځيږى،</verse>
				<verse number="19">اوبۀ کاڼى مږى، او سېلاب د زمکې خاوره اوړى، نو داسې تۀ د انسان اُميد تباه کوې.</verse>
				<verse number="20">تۀ په هغوئ باندې تل غالب يې او هغوئ ختميږى، تۀ د هغوئ شکلونه بدلوې او د مرګ په طرف يې بوځې.</verse>
				<verse number="21">کۀ د هغۀ بچو ته عزت مِلاو شى، نو هغۀ ته پته نۀ لګى، او کۀ د هغۀ د بچو سپکاوے وشى نو هم هغۀ ته پته نۀ لګى.</verse>
				<verse number="22">هغۀ ته صِرف د خپل بدن درد محسوسيږى، او هغه صرف په خپل غم کښې آخته وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">نو تيمانى اليفز جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="2">”يو هوښيار کس دې تشې خبرې وکړى څۀ، او هغه دې هسې بې‌مطلبه خبرې وکړى څۀ؟</verse>
				<verse number="3">هغوئ دې په بې‌فائدې خبرو باندې بحث کوى څۀ، يا په داسې خبرو باندې چې د هغې هيڅ مقصد نۀ وى؟</verse>
				<verse number="4">خو تۀ د خُدائ پاک نه هيڅ يره نۀ لرې، او د خُدائ پاک د عبادت لاره نيسې.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې ستا ګناه ستا ژبې ته ښودنه کوى، او تا د دوکه باز ژبه خوښه کړې ده.</verse>
				<verse number="6">دا زۀ نۀ يم، خپله ژبه تا ته بد وائى، ستا خپله خولۀ ستا خِلاف ګواهى ورکوى.</verse>
				<verse number="7">تۀ د بنى آدم د نسل وړومبے پېدا شوے کس يې څۀ؟ تۀ د غرونو نه مخکښې پېدا شوے يې څۀ؟</verse>
				<verse number="8">تا د خُدائ پاک د راز منصوبې واورېدې څۀ؟ او ستا څۀ خيال دے ولې تۀ يواځې هوښيار يې څۀ؟</verse>
				<verse number="9">تا سره داسې څۀ عِلم دے چې مونږ سره نشته؟ تۀ داسې په څۀ پوهېږې چې مونږ پرې نۀ پوهيږو؟</verse>
				<verse number="10">سپين‌ږيرى او بوډاګان زمونږ په طرف باندې دى، کوم چې ستا د پلار نه ډېر مشران دى.</verse>
				<verse number="11">د خُدائ پاک تسلى ستا دپاره کمه ده څۀ؟ د هغۀ نرمې خبرې ستا دپاره کافى نۀ دى څۀ؟</verse>
				<verse number="12">تۀ د خپلو جذباتو نه کار ولې اخلې؟ او ستا رنګ ولې دومره سور دے</verse>
				<verse number="13">چې خُدائ پاک ته غصه يې؟ او ستا د خولې نه داسې ګډې وډې خبرې وځى؟</verse>
				<verse number="14">بنى آدم څۀ وى، چې هغه صفا شى؟ او چې د ښځې نه پېدا شى، نو هغه صادق کېدے شى؟</verse>
				<verse number="15">ګوره، خُدائ پاک په خپلو فرښتو باندې هم اعتبار نۀ کوى، او د هغۀ په نظر کښې آسمانونه هم صفا نۀ دى،</verse>
				<verse number="16">نو بيا به بنى آدم نور هم ګنده او ګناه ګار وى، څوک چې هر وخت په ګناه کښې آخته وى.</verse>
				<verse number="17">کۀ تۀ زما خبرې ته غوږ کېږدې، نو زۀ به تا ته وښايم، او چې ما څۀ ليدلى وى نو زۀ به درته د هغې بيان وکړم.</verse>
				<verse number="18">څۀ چې هوښيارانو وئيلى دى، نو د هغوئ پلار نيکۀ دا خبرې د هغوئ نه پټى نۀ دې ساتلې،</verse>
				<verse number="19">کومو مشرانو له چې ډېره موده مخکښې دا مُلک ورکړے شو او چې په هغه وخت کښې لا غېر قومونه نۀ وو راغلى.</verse>
				<verse number="20">بدعمله خلق ټول عمر په خپل درد کړيږى، د تکليف کالونه په ظالمانو باندې راجمع شوى دى.</verse>
				<verse number="21">د هغوئ په غوږُونو کښې يروونکى آوازونه دى، د امن په وخت کښې به په هغوئ باندې تباهى راشى.</verse>
				<verse number="22">هغوئ تيارۀ ته د تلو همت نۀ شى کولے، د هغوئ ژوند هر وخت په خطره کښې وى.</verse>
				<verse number="23">ټپوسان انتظار کوى چې د هغوئ غوښې وخورى، او تباهى د هغوئ سر له راغلې ده،</verse>
				<verse number="24">پرېشانى او تکليف هغوئ ويروى، او دا څيزونه په هغوئ باندې غالِب شى، داسې لکه چې يو بادشاه د جنګ دپاره تيار شى.</verse>
				<verse number="25">ځکه چې هغوئ خپل لاسونه د خُدائ پاک خِلاف اوچت کړل، او هغوئ د قادر خُدائ نه بغاوت وکړو.</verse>
				<verse number="26">هغوئ د هغۀ خِلاف د سرکشۍ سره حمله کوى، او يو غټ ډال ورسره وى.</verse>
				<verse number="27">دا بدعمله خلق درانۀ او مالدار دى، د هغوئ څټونه په وازګه باندې غټ شوى دى.</verse>
				<verse number="28">هغوئ به په تباه شوى ښارونو کښې ژوند تېروى، او په داسې کورَنو کښې چې په هغې کښې هيڅ څوک هم نۀ اوسيږى، داسې کورونه چې په راغورزېدو بدل وى،</verse>
				<verse number="29">هغوئ به نۀ مالداره کيږى او د هغوئ مال دولت به نۀ پاتې کيږى، او هغوئ به د زمکې د مخ نه ورک شى.</verse>
				<verse number="30">هغوئ به د تيارې نه ونۀ تښتى، لمبې به د هغوئ څانګې وسوزوى، او د هغوئ ژوند به داسې ختم شى لکه چې هوا د ګلونو غوټۍ ختموى.</verse>
				<verse number="31">هغوئ دې نور خپل ځان په فانى مالدارۍ باندې نۀ دوکه کوى، ځکه چې هغوئ به تش لاس پاتې شى.</verse>
				<verse number="32">د ونو په شان، چې کله دا ښې شنې وى نو ووهلے شى، او د دې څانګې بيا هيڅکله شنې نۀ شى.</verse>
				<verse number="33">او د هغوئ انګور چې لا کچه وى نو وبه غورزيږى، او د زيتُونو د ونو په شان به خپلې د ګلونو غوټۍ ضائع کړى.</verse>
				<verse number="34">ځکه چې د خُدائ پاک نه د منکرو خلقو اولاد به نۀ وى، او څوک چې د رشوت سره مينه کوى نو اور به د هغوئ کورونه سوزوى.</verse>
				<verse number="35">داسې خلق نورو ته د نقصان رسولو په سوچ کښې وى، هغوئ شېطانى کوى او د هغوئ زړونه د دوکې نه ډک وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">بيا ايُوب جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="2">”زۀ د دې څيزونو نه پخوا خبر يم، او ستاسو خبرې ما له تسلى نۀ راکوى.</verse>
				<verse number="3">ستاسو د هوائى خبرو څۀ حد نشته څۀ؟ يا په څۀ وجه باندې تاسو خبرې نۀ بندوئ؟</verse>
				<verse number="4">کۀ تاسو زما په ځائ وئ نو هم ما ستاسو خِلاف لوئې لوئې خبرې جوړولے شوې، او ستاسو سپکاوے به مې کړے وے.</verse>
				<verse number="5">خو کۀ دا زۀ وے، نو ما به ستاسو حوصله افزائى کړے وے. او ما به دا کوشش کړے وے چې ستاسو غم لرې کړم.</verse>
				<verse number="6">خو کۀ زۀ د خپل ځان صفائى پېش کوم نو زۀ به په تکليف کښې کېږم، خو کۀ زۀ خبرې نۀ کوم نو ما ته بيا هم ډېر تکليف رارسيږى.</verse>
				<verse number="7">اے خُدايه پاکه، زۀ اوس تا ډېر ستومانه کړے يم، تا زما مکمل خاندان تباه کړے دے.</verse>
				<verse number="8">تا زۀ ګېر کړے يم، او دا زما خِلاف يو ثبوت دے، چې زۀ اوچ کلک او کمزورے شوے يم، او دا زما خِلاف ګواهى ورکوى.</verse>
				<verse number="9">هغۀ د خپلې غصې په وجه زۀ خراب کړے يم او زما نه نفرت کوى، هغۀ ما ته خپل غاښونه چيچلى دى، زما دشمن د هغۀ سترګې زما خِلاف برندوى.</verse>
				<verse number="10">خلق ما پورې خندا کوى، هغوئ په مسخرو کښې ما په مخ باندې وهى او زما خِلاف يې اتفاق کړے دے.</verse>
				<verse number="11">خُدائ پاک ما د خُدائ نه منکرو خلقو له ورکوى، او د بدعمله خلقو لاسونو ته مې حواله کوى.</verse>
				<verse number="12">زۀ صحيح سلامت وم او هغۀ زۀ دوه ټوټې کړم، هغۀ زۀ د څټ نه ونيولم او ټوټې ټوټې يې کړم، هغۀ زۀ د خپلې نښې په توګه ودرولم.</verse>
				<verse number="13">د هغۀ غشى ويشتونکى زما نه تاو شول. هغۀ زما ګردې راوويستلې او په ما يې هيڅ رحم ونۀ کړو، هغۀ زما تريخے په زمکه بهر وغورزولو.</verse>
				<verse number="14">هغۀ زۀ بيا مات رامات کړم، هغۀ د يو جنګيالى په شان په ما باندې رامنډه کړه.</verse>
				<verse number="15">ما د ځان دپاره د ټاټ جامې ګنډلې دى، او هغۀ زۀ د خاورې په شان مېده کړے يم.</verse>
				<verse number="16">زما سترګې د ژړا نه سرې دى، او زما د سترګو ليمۀ تور شول.</verse>
				<verse number="17">اګر چې ما هيڅ ظلم زياتے نۀ دے کړے، او زما په دُعا کښې خلوص دے.</verse>
				<verse number="18">اے زمکې، زما وينه مۀ پټوه، او زما د اِنصاف فرياد دې څوک نۀ ختموى.</verse>
				<verse number="19">خو بيا هم په آسمان کښې داسې ذات شته چې هغه زما مل دے او هغه به بې‌شکه ووائى چې زۀ په حقه يم.</verse>
				<verse number="20">زما مينځګړے زما دوست دے او زما سترګې خُدائ پاک ته اوښکې تويوى.</verse>
				<verse number="21">او زما دوست زما دپاره خُدائ پاک سره بحث کوى لکه څنګه چې يو سړے د خپل دوست دپاره مِنت زارى کوى.</verse>
				<verse number="22">صِرف يو څو کاله به پاتې وى چې زۀ به په هغه سفر باندې روان شم چې د هغې نه واپس کېدل نشته.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">زما زور ختم شوے دے او زما ورځې لنډې شوې دى، او قبر زما دپاره تيار دے.</verse>
				<verse number="2">زما نه ګېرچاپېره مسخرې کوونکى راتاو دى، او زۀ ګورم چې هغوئ ما ته سپکې خبرې کوى.</verse>
				<verse number="3">اے خُدايه پاکه، تۀ زما ضمانت وکړه، ځکه چې بل هيڅ څوک به زما ذمه وارى وانۀ خلى.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې تا د هغوئ په ذهنونو باندې پړدې لګولې دى، هغوئ مۀ پرېږده چې په ما غالب شى.</verse>
				<verse number="5">څوک چې د خپلې فائدې دپاره دوستان دوکه کوى، نو د هغوئ د اولاد سترګې به ړندې شى.</verse>
				<verse number="6">خُدائ پاک زۀ د خلقو دپاره د خندا کړے يم، هغوئ زما په مخ باندې توکاڼى توکى.</verse>
				<verse number="7">د غم په وجه زما سترګې سرې شوې دى، او زما بدن اوچ کلک شوے دے.</verse>
				<verse number="8">کله چې نېکان خلق ما وګورى نو په لړزان شى، او بې‌ګناه خلق د خُدائ پاک نه د منکرو خلقو مخالفت کوى.</verse>
				<verse number="9">خو صادقان د خپلې لارې نه نۀ اوړى، چې صادقان ورځ په ورځ نور هم تکړه کيږى.</verse>
				<verse number="10">اوس تاسو ټول چرته ما ته څۀ سمه خبره وکړئ، خو بيا به هم په تاسو کښې يو هوښيار کس پېدا نۀ کړم.</verse>
				<verse number="11">زما دوران تېر شو او زما منصوبې ناکامه شوې، زما نه زما اُميدونه ختم شول.</verse>
				<verse number="12">هغوئ د شپې نه ورځ جوړوى، او رڼا ته تيارۀ وائى.</verse>
				<verse number="13">زۀ د مرګ په طمع يم، او زۀ به تل په تيارۀ کښې پروت يم،</verse>
				<verse number="14">کۀ زۀ قبر ته ووايم چې تۀ زما پلار يې، او چينجو ته ووايم چې تاسو زما مور يا خور يئ،</verse>
				<verse number="15">نو بيا زما اُميد چرته دے؟ او دا چا ته ښکارى؟</verse>
				<verse number="16">نو زما ټول اُميدونه به په قبر کښې فنا شى؟ او زما ټول ارمانونه به خاورې شى څۀ؟“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">بيا شوحى بِلداد جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="2">”تر کومې پورې به تۀ خبرې کوې؟ د مطلب خبره کوه، نو بيا به مونږ خبرې وکړُو.</verse>
				<verse number="3">مونږ په ځناورو کښې ولې شمېرلے شُو؟ مونږ ستاسو په نظر کښې ولې کم عقلان يُو؟</verse>
				<verse number="4">تۀ په غصه کښې هسې خپل ځان سوزوې، ستا دپاره دې دُنيا پرېښودلے شى څۀ، يا غرونه دې ستا دپاره د خپل ځائ نه لرې کړے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="5">په حقيقت کښې د بدعمله خلقو ډيوه ختمه کړے شوې ده، او بيا به د هغې شُغلې بلې نۀ شى.</verse>
				<verse number="6">د هغوئ په خېمه کښې رڼا په تيارۀ بدله شوې ده، او د هغوئ دپاسه ډيوه مړه کړے شوې ده.</verse>
				<verse number="7">د هغوئ مضبوط قدمونه خطا شوى دى، او د هغوئ خپلو منصوبو هغوئ ناکامه کړى دى.</verse>
				<verse number="8">ځکه چې هغوئ په يو جال کښې انښتى دى، او هغوئ په يوه کنده کښې پرېوځى.</verse>
				<verse number="9">د هغوئ پونده په دام کښې ګېريږى، او هغه يې کلک ونيسى.</verse>
				<verse number="10">يو جال په زمکه کښې پټ دے، او د هغوئ په لاره کښې يو دام پټ دے.</verse>
				<verse number="11">هغوئ د هر طرف نه يريږى، او چې چرته هم ځى نو يره ورپسې وى.</verse>
				<verse number="12">د هغوئ طاقت د لوږې په وجه ختم شوے دے، او تباهى د هغوئ د غلطۍ په انتظار کښې ده.</verse>
				<verse number="13">بيمارى د هغوئ څرمن خورى، او مرګ د هغوئ اندامونه خورى.</verse>
				<verse number="14">چې په کومو خېمو کښې هغوئ په حِفاظت کښې وُو نو هغوئ ويستلے شوى دى، او هغوئ د دهشت بادشاه ته راوستلے شوى دى.</verse>
				<verse number="15">د هغوئ په خېمو کښې هيڅ څوک هم پاتې نۀ دى، او د هغوئ د کورونو دپاسه د ګوګړو باران دے.</verse>
				<verse number="16">د هغوئ جرړې لاندې اوچې شوې دى، او د هغوئ څانګې پاس مړاوې شوې دى.</verse>
				<verse number="17">د هغوئ نوم به د زمکې نه ختم شى، او په لارو کوڅو کښې به د هغوئ ذکر نۀ کيږى.</verse>
				<verse number="18">هغوئ د رڼا نه تيارې ته ديکه کړے شوى دى، او د دُنيا نه شړلے شوى دى.</verse>
				<verse number="19">د هغوئ اولاد نشته، او د هغوئ د خاندان يو کس هم ژوندے پاتې شوے نۀ دے.</verse>
				<verse number="20">د نمرخاتۀ طرف نه واخله تر نمرپرېواتۀ پورې چې څوک هم د هغوئ د اَنجام نه خبريږى، نو د يرې نه لړزيږى.</verse>
				<verse number="21">دوئ به وائى چې دا د بدعمله خلقو کور دے، د هغه چا څوک چې د خُدائ پاک نه منکر وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">بيا ايُوب جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="2">”تۀ به تر کومې پورې ما له تکليف راکوې، او په خپلو خبرو به زما زړۀ غوڅوې؟</verse>
				<verse number="3">تا لس ځلې زما بې‌عزتى کړې ده، تۀ چې ما له کوم تکليف راکوې په هغې تۀ شرمېږې نۀ څۀ؟</verse>
				<verse number="4">او کۀ دا رښتيا هم وى چې ما غلطى کړې ده، نو ستا په کښې څۀ کار دے؟</verse>
				<verse number="5">تۀ په خپل نظر کښې زما نه لوئ يې، زما تکليف د ګناه د ثبوت دپاره استعمالوې.</verse>
				<verse number="6">نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک زۀ په غلطه کړے يم، او زما نه ګېرچاپېره يې جال خور کړے دے.</verse>
				<verse number="7">ګوره، زۀ د فرياد چغې هم وهم، خو څوک ما له جواب نۀ شى راکولے، زۀ په زوره زوره چغې وهم، خو اِنصاف نشته.</verse>
				<verse number="8">خُدائ پاک زما لارې بندې کړې دى او زۀ خوځېدے نۀ شم، او هغۀ زما په لار کښې تيارې جوړې کړې دى.</verse>
				<verse number="9">هغۀ زما نه عزت اخستے دے، او زما د سر نه يې تاج اخوا کړے دے.</verse>
				<verse number="10">هغه د هر طرف نه ما راغورزوى او زۀ ختم يم، هغۀ د ونې په شان زما د اُميد جرړې راويستلې دى.</verse>
				<verse number="11">هغه زما خِلاف سخت غصه شوے دے، او هغه مې خپل دشمن ګڼى.</verse>
				<verse number="12">د هغۀ فوجيان راغونډ شوى دى، هغوئ په ما باندې حملې دپاره لارې تيارې کړې دى. او زما د خېمې نه ګېرچاپېره يې خېمې لګولې دى.</verse>
				<verse number="13">زما خپلوان ما نه ځان لرې ساتى، او زما دوستان زما خلاف شوى دى.</verse>
				<verse number="14">زما خپلوانو او زما نزدې دوستانو زۀ پرېښے او هېر کړے يم،</verse>
				<verse number="15">زما په کور کښې مېلمنو زۀ هېر کړے يم، زما وينځې ما پردے سړے ګڼى، زۀ د هغوئ په نظر کښې يو مسافر يم.</verse>
				<verse number="16">زۀ چې خپل نوکر راوغواړم نو هغه ما له نۀ راځى، زۀ هغۀ ته سوال زارى کوم.</verse>
				<verse number="17">زما د خولې بوئ هم زما په ښځه باندې بد لګى، زما خپل خاندان زما نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="18">واړۀ ماشومان هم ما ته سپک ګورى، کله چې زۀ هغوئ سره خبرې کول غواړم نو هغوئ ما ته شا کړى.</verse>
				<verse number="19">زما نزدې ملګرى زما نه نفرت کوى، او چې د چا سره ما مينه کوله نو هغوئ زما نه مخ اړولے دے.</verse>
				<verse number="20">په ما کښې صرف هډوکى او څرمن پاتې دى او ډېر په مشکله د مرګ نه تښتېدلے يم.</verse>
				<verse number="21">اے زما دوستانو، په ما باندې رحم وکړئ، په ما باندې رحم وکړئ، ځکه چې د خُدائ پاک ګزار زۀ وهلے يم.</verse>
				<verse number="22">تاسو د خُدائ پاک په شان ولې ما پسې يئ، تاسو زۀ ښۀ نۀ يم کړولے څۀ؟</verse>
				<verse number="23">کاش چې زما خبرې ليکلے شوے وے، کاش چې زما خبرې په يو کِتاب کښې بيان شوے وے.</verse>
				<verse number="24">کاش چې د اوسپنې او د پيتلو د قلم سره دا خبرې په يو ګټ باندې د تل دپاره نقش شوے وے.</verse>
				<verse number="25">زما يقين دے چې زما خلاصونکے ژوندے دے، او چې په آخر کښې به هغه د زمکې دپاسه ودريږى،</verse>
				<verse number="26">او چې کله زما څرمن بلکل ختمه شى، نو بيا به زۀ په خپلو سترګو خُدائ پاک ووينم،</verse>
				<verse number="27">زۀ به هغه په خپله وګورم، او زۀ به هغه په خپلو سترګو ووينم. ما سره صرف هم دغه فکر دے.</verse>
				<verse number="28">ستا حق نۀ جوړيږى چې ما له تکليف راکوې، او وائې چې دا ستا خپله غلطى ده.</verse>
				<verse number="29">د سزا نه پخپله يرېږه ځکه چې ستا رويه د سزا لائقه ده، او بيا به تا ته پته ولګى چې حساب کِتاب شته.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">بيا ضوفر نعماتى ورته ووئيل،</verse>
				<verse number="2">”زما زړۀ وائى چې جواب درکړم، ځکه چې ستا خبرو زۀ خفه کړے يم.</verse>
				<verse number="3">تا چې څۀ وفرمائيل هغه زما بې‌عزتى ده، او زما زړۀ ما ته وائى چې جواب درکړم.</verse>
				<verse number="4">تا ته د ډېر وخت نه د دې پته ده، د هغه وخت نه چې کله بنى آدم په زمکه پېدا شوے وو،</verse>
				<verse number="5">د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.</verse>
				<verse number="6">کۀ هغوئ د آسمانونو پورې هم اوچت شوى وى، او د هغوئ سرونه وريځو ته رسېدلى وى،</verse>
				<verse number="7">هغوئ به د خپلو متيازو په شان د تل دپاره ختم شى، چا چې هغوئ ليدلى وى نو هغوئ به ووائى چې څۀ شول؟</verse>
				<verse number="8">هغوئ به د يو خوب په شان تېر شى او ورک به شى، هغوئ به د شپې د خوب په شان فنا شى.</verse>
				<verse number="9">کومو خلقو چې هغوئ ليدلى وى نو هغه به يې نور ونۀ ګورى، او چې چرته اوسېدل نو د هغه ځائ خلق به يې ياد نۀ کړى.</verse>
				<verse number="10">د هغوئ د اولاد نه به هغه مال دولت واپس لاړ شى، چې کوم يې د غريبانانو نه اخستے وى.</verse>
				<verse number="11">هغوئ به په ځوانۍ کښې مړۀ شى او په خاورو کښې به ښخ شى.</verse>
				<verse number="12">په بدعملۍ کښې خوند وى، او د دې خوند تر ډېر وخته پورې وى.</verse>
				<verse number="13">او د خوږ څيز په شان يې په خولۀ کښې د ډېر وخت پورې ساتى،</verse>
				<verse number="14">خو ناګهانه د هغوئ خوراک په خېټه کښې تريخ شى، او د دې نه دننه زهر جوړ شى.</verse>
				<verse number="15">هغوئ مال دولت تېر کړى خو بيا يې اولټۍ کړى، خُدائ پاک د هغوئ دولت د هغوئ د خېټې نه واپس راوغورزوى.</verse>
				<verse number="16">هغوئ به د مارانو زهر وخورى، او زهرژن مار به هغوئ ووژنى.</verse>
				<verse number="17">هغوئ به سيندونه ونۀ ګورى، هغه نِهرونه چې شات او پئ په کښې بهيږى.</verse>
				<verse number="18">د هغوئ ناجائزه ګټه به د هغوئ نه واپس وځى، او په مال دولت باندې به خوشحالى ونۀ کړى،</verse>
				<verse number="19">ځکه چې هغوئ غريبانان وهلى دى او نهر يې پرېښى دى، او د هغوئ کورونه يې قبضه کړى دى کوم چې هغوئ نۀ دى جوړ کړى.</verse>
				<verse number="20">د هغوئ د حرص ختمېدل نشته، چې په څۀ خوشحاليږى نو د هغې نه به ورسره هيڅ پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="21">هغوئ چې څۀ خورى نو د هغې نه هيڅ نۀ پاتې کيږى، نو په دې وجه د هغوئ مالدارى ختميږى.</verse>
				<verse number="22">کله چې هغوئ ښۀ کامياب وى، نو د غم چپې به په هغوئ باندې راشى.</verse>
				<verse number="23">چې کله هغوئ خپلې خېټې ډکې کړى نو خُدائ پاک دې په هغوئ باندې سخت قهر راولى، او دا قهر دې په هغوئ لکه د ږلۍ راوريږى.</verse>
				<verse number="24">هغوئ به د اوسپنې د وسلې نه تښتى، خو د زېړو په غشى به هغوئ ولګى.</verse>
				<verse number="25">هغه غشے د هغوئ د ملا نه وويستلے شى، او دا غشے په وينه سور وى، يره به په هغوئ باندې راشى.</verse>
				<verse number="26">د هغوئ خزانه به په تکه توره تيارۀ کښې پټه شى، يو داسې اور به هغوئ تباه کړى چې هيچا بل کړے نۀ وى، او د هغوئ په کور کښې پاتې هر څۀ به تباه شى.</verse>
				<verse number="27">آسمانونه به د هغوئ ګناه ښکاره کړى، او زمکه به د هغوئ خِلاف ګواهى ورکوى.</verse>
				<verse number="28">يو سېلاب به د هغۀ کور يوسى، د خُدائ پاک قهر به په هغوئ سېلاب راولى.</verse>
				<verse number="29">دا د خُدائ پاک د طرف نه د بدعمله کسانو اَنجام دے، دا د هغوئ هغه ميراث دے چې د خُدائ پاک د طرف نه يې فېصله شوې ده.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">بيا ايُوب جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="2">”زما خبرې په غور سره واورئ، او دا دې تاسو له تسلى درکړى.</verse>
				<verse number="3">ما پرېږدئ چې خبرې وکړم، او چې خبرې ختمې کړم نو بيا تاسو داړې چينګولے شئ.</verse>
				<verse number="4">زما شکايت د خُدائ پاک نه دے د انسانانو نه نۀ دے. او د دې بې‌صبرۍ ما سره ښۀ سبب شته.</verse>
				<verse number="5">ما ته وګورئ او حېران شئ، او ګوته په خولۀ کښې ونيسئ.</verse>
				<verse number="6">کله چې زۀ په دې سوچ وکړم نو خفه شم، او زما په بدن لړزان راشى.</verse>
				<verse number="7">بدعمله خلق ولې ژوندى وى، او پوخ عُمر ته ورسيږى او طاقتور شى؟</verse>
				<verse number="8">د هغوئ بچى د هغوئ په وړاندې ودان شى، او د هغوئ نمسى د هغوئ په موجودګۍ کښې آباد شى.</verse>
				<verse number="9">د هغوئ کورونه د يرې نه بچ وى، او خُدائ پاک هغوئ له سزا نۀ ورکوى.</verse>
				<verse number="10">د هغوئ غوَيے په مال کولو کښې هيڅکله نۀ ناکامه کيږى، د هغوئ غوا بچى راوړى او يو هم نۀ ضائع کوى.</verse>
				<verse number="11">د هغوئ ماشومان د رَمو په شان ګرځى، او د هغوئ بچى د خوشحالۍ نه ګډيږى.</verse>
				<verse number="12">هغوئ د تمبل او د رباب سره سندرې وائى، او د شپېلۍ د آواز سره خوشحالى کوى.</verse>
				<verse number="13">هغوئ په مالدارۍ کښې وخت تېروى، او په خېر سره قبر ته ځى.</verse>
				<verse number="14">هغوئ خُدائ پاک ته وائى چې مونږ پرېږده. زمونږ زړۀ نۀ غواړى چې ستا تابعدارى وکړُو.</verse>
				<verse number="15">قادر خُدائ څوک دے، چې مونږ د هغۀ خِدمت وکړُو؟ او مونږ ته به څۀ فائده راورسيږى چې مونږ هغۀ ته سوال وکړُو؟</verse>
				<verse number="16">خو هغوئ په خپل محنت سره نۀ دى مالداره شوى، د بدعمله کسانو مشوره ما ته منظوره نۀ ده.</verse>
				<verse number="17">د بدعمله خلقو ډيوه څو ځلې مړه کړے شوې وه؟ او څو ځلې په هغوئ باندې تباهى راغلې وه. خُدائ پاک څو ځلې په خپله غصه کښې سزا ورکوى؟</verse>
				<verse number="18">هغوئ څو ځلې د هوا په مخکښې د خسڼى په شان شول، او څو ځلې د بوسو په شان طوفان يوړل؟</verse>
				<verse number="19">تۀ وائې چې، خُدائ پاک د هغوئ په وجه د هغوئ بچو له سزا ورکوى. نو دا سزا دې هم هغوئ له ورکړے شى، چې پته ورته ولګى.</verse>
				<verse number="20">هغوئ دې په خپلو سترګو خپله تباهى وګورى، او د قادر خُدائ غصه دې تېره کړى.</verse>
				<verse number="21">دا ځکه چې کله هغوئ مړۀ شى نو دا فکر به ورسره نۀ وى چې په خاندان يې څۀ کيږى.</verse>
				<verse number="22">څوک خُدائ پاک ته ښودنه کولے شى، هغه خُدائ پاک ته چې د غټو مرتبو لرونکو خلقو هم عدالت کوى؟</verse>
				<verse number="23">څوک چې ښۀ په مالدارۍ کښې مړ شى، هغه په آرام او حِفاظت کښې وى،</verse>
				<verse number="24">هغوئ ښۀ صحتمند وى، او ښۀ غټ او تکړه وى.</verse>
				<verse number="25">بل کس په سخته غريبۍ کښې مړ شى، او هيڅکله يې ښۀ ورځ نۀ وى ليدلې.</verse>
				<verse number="26">هغوئ ټول يو شان مرى او په خاورو کښې ښخيږى، او هغوئ ټول د چينجو خوراک شى.</verse>
				<verse number="27">ګوره، ما ته ستا د سوچونو پته ده، او ما ته زما خِلاف ستا د منصوبو پته ده.</verse>
				<verse number="28">تۀ به ما ته د مالدارو او بدعمله خلقو په حقله ووائى، د چا کورونه چې د هغوئ د ګناهونو په وجه تباه شوى دى.</verse>
				<verse number="29">خو تاسو هلته د موجودو خلقو نه تپوس ونۀ کړو، او د هغوئ ګواهى مو ونۀ منله.</verse>
				<verse number="30">چې بدعمله کسان د مصيبت په وخت کښې خلاص شى، او د قهر په ورځ بچ کيږى.</verse>
				<verse number="31">څوک شته چې مخامخ ورباندې تنقيد وکړى، او چې د خپل عمل بدله ورکړى؟</verse>
				<verse number="32">کله چې هغوئ قبرستان ته يوړلے شى، نو خلق به د هغوئ د قبر خيال ساتى.</verse>
				<verse number="33">زرګونه کسان د هغوئ په جنازه کښې شريک شى، او د عزت سره خاورو ته وسپارلے شى.</verse>
				<verse number="34">نو بيا به تۀ ما له په تشو خبرو باندې څنګه تسلى راکړې؟ ستا هر يو جواب د دروغو نه ډک دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">بيا تيمانى اليفز جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="2">”بنى آدم خُدائ پاک له څۀ فائده ورکولے شى؟ د ټولو نه هوښيار کس هم د هغۀ مدد کولے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="3">د قادر خُدائ دپاره به څۀ خوشحالى وى کۀ تۀ صادق شې، کۀ ته خپل عملونه صفا کړې نو هغۀ له به څۀ فائده ورکړى؟</verse>
				<verse number="4">چې تۀ پرهيزګار يې نو ځکه هغه په تا اِلزام لګوى او ولې ستا خِلاف د عدالت نه کار اخلى څۀ؟</verse>
				<verse number="5">نه، هغه وجه ده چې ستا بدعملى زياته ده او ستا د ګناهونو ختمېدل نشته.</verse>
				<verse number="6">لکه چې تا د خپلو وروڼو نه د قرض پېسې په زور اخستې دى، او تا د هغوئ نه جامې ويستې دى او بربنډ دې پرېښى دى.</verse>
				<verse number="7">تا تږو کسانو له اوبۀ نۀ دى ورکړې، او تا د نهَرو کسانو نه روټۍ ايساره کړې ده.</verse>
				<verse number="8">تا د خپل طاقت او حيثيت نه کار واخستلو او په ټول مُلک دې قبضه وکړه.</verse>
				<verse number="9">تا کونډې تش لاس لېږلې دى، او يتيمان دې نااُميده کړى دى.</verse>
				<verse number="10">نو په دې وجه ستا نه ګېرچاپېره دامونه دى، او يوه ناڅاپه يره به په تا باندې غالبه شى،</verse>
				<verse number="11">يا يوه داسې تيارۀ چې تۀ نور هيڅ نۀ شې ليدلے، د اوبو يو سېلاب به تا پټ کړى.</verse>
				<verse number="12">پاس په آسمانونو کښې خُدائ پاک نشته څۀ؟ پاس ستورى وګوره چې څومره اوچت دى.</verse>
				<verse number="13">نو دا ځکه تۀ وائې چې تۀ څۀ کوې نو خُدائ پاک ته پته نۀ لګى، هغه په توره وريځ کښې پټ دے نو هغه څنګه عدالت کولے شى؟</verse>
				<verse number="14">تکه توره وريځ د هغۀ نه تاو شى نو هغه کتل نۀ شى کولے، او هغه په عرش باندې مزل کوى.</verse>
				<verse number="15">تۀ به په هغه زړو لارو ځې څۀ، چې په کومو باندې بدعمله کسان تلل؟</verse>
				<verse number="16">د هغوئ دوران راتلو نه مخکښې سېلاب هغوئ لاهو کړل.</verse>
				<verse number="17">هغوئ خُدائ پاک ته وئيلى وُو چې زمونږ نه قلار شه، او داسې يقين يې لرلو چې قادر خُدائ د هغوئ هيڅ هم نۀ شى کولے.</verse>
				<verse number="18">خو بيا هم هغه خُدائ پاک وو چې دوئ يې مالداره کړل، نو ځکه زۀ د بدعمله خلقو په خيالونو هيڅ غرض نۀ ساتم.</verse>
				<verse number="19">صادقان د بدعمله تباهى ګورى او خوشحاليږى، خو بې‌ګناه کسان دوئ پورې خندا کوى.</verse>
				<verse number="20">وائى چې زمونږ دشمنان څنګه تباه شوى دى، او چې د هغوئ څۀ پاتې وُو هغه اور تباه کړى دى.</verse>
				<verse number="21">خُدائ پاک ته خپل ځان حواله کړئ، او د هغۀ سره روغه وکړئ، او ستاسو هر کار به سم وى.</verse>
				<verse number="22">د هغۀ په تعليماتو عمل کوئ، او د هغۀ خبرې زړۀ ته کوزې کړئ.</verse>
				<verse number="23">کۀ تاسو قادر خُدائ ته راواپس شئ، نو تاسو به په خپل ځائ باندې بيا ولګئ، کۀ تاسو د خپل ژوند نه بدى وباسئ،</verse>
				<verse number="24">کۀ تاسو سرۀ زر خاورې وګڼئ، او د اوفير سوچه سرۀ زر د سيند د کاڼو په شان وګڼئ،</verse>
				<verse number="25">نو بيا قادر خُدائ په خپله ستاسو د سرو زرو په شان دے او هغه ستاسو قيمتى سپين زر دے.</verse>
				<verse number="26">نو بيا به تاسو د قادر خُدائ سره خوشحاله اوسئ، او د زړۀ نه به هغۀ سره ملاقات کولے شئ.</verse>
				<verse number="27">نو تاسو به هغۀ ته سوال وکړئ او هغه به ستاسو سوال قبول کړى، او تاسو به خپل قسمونه پوره کړئ.</verse>
				<verse number="28">تاسو به په هر کار کښې کامياب يئ، او ستاسو لار به روښانه وى.</verse>
				<verse number="29">کله چې خُدائ پاک خلق کمزورى کړى نو تۀ وائې دا ځکه چې هغوئ مغروره وُو، خو په اصل کښې خُدائ پاک خلق په دې طريقې سره بچ کوى.</verse>
				<verse number="30">ځکه چې خُدائ پاک بې‌ګناه خلق بچ کوى، کۀ چرې تۀ بې‌ګناه يې نو هغه به تا هم بچ کړى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">بيا ايُوب جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="2">”زما شکايت په دې وخت کښې هم سخت دے، زۀ سلګۍ وهم او خُدائ پاک بيا هم ما له سزا راکوى.</verse>
				<verse number="3">کاش چې ما هغه موندلے شوے، نو زۀ به د هغۀ دربار ته تلے وم.</verse>
				<verse number="4">زۀ به خپله مسئله هغۀ ته وړاندې کړم، او د هغۀ په حضور کښې به ټول عرضونه پېش کړم.</verse>
				<verse number="5">چې هغه ما له څۀ جواب راکوى نو زۀ به ورته غوږ ونيسم، او چې څۀ راته وائى په هغې باندې به ځان پوهه کړم.</verse>
				<verse number="6">د دومره لوئ طاقت سره به هغه زما مخالفت کوى څۀ؟ خو نه داسې نۀ ده، هغه به زما خبره په توجو سره واورى.</verse>
				<verse number="7">يو نېک سړے د هغۀ سره د خبرو کولو حق لرى، او زما قاضى خُدائ پاک به مې د تل دپاره بې‌ګناه وګرځوى.</verse>
				<verse number="8">ګوره چې زۀ مخکښې ورشم نو هلته هم نۀ وى او کۀ شاته لاړ شم نو هلته هم نۀ وى،</verse>
				<verse number="9">نۀ يې په ښى طرف موندے شم او نۀ يې په ګس طرف موندے شم.</verse>
				<verse number="10">خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم.</verse>
				<verse number="11">زۀ د هغۀ په نقشِ قدم روان وم، او زۀ هيڅکله د هغۀ د لارې نه نۀ يم اوړېدلے.</verse>
				<verse number="12">زۀ تل د هغۀ په حُکمونو عمل کوم، ما د هغۀ کلام د خپل ضرورى خوراک نه هم زيات قيمتى ګڼلے دے.</verse>
				<verse number="13">خو هغه بدلېدونکے نۀ دے، نو د هغۀ فېصله څوک بدلولے شى؟ چې د هغۀ څۀ رضا وى نو هم هغه کوى.</verse>
				<verse number="14">هغه چې زما دپاره کومه منصوبه لرى نو هغه به پوره کوى، او هغه زما دپاره ډيرې منصوبې لرى.</verse>
				<verse number="15">نو په دې وجه زۀ د هغۀ په حضور کښې يرېږم، کله چې زۀ په دې سوچ کوم نو په يره کښې راګېر شم.</verse>
				<verse number="16">خُدائ پاک زۀ بې‌زړۀ کړے يم، او قادر خُدائ زۀ يرولے يم،</verse>
				<verse number="17">خو زۀ په تيارۀ کښې راګېر يم، او تکه توره تيارۀ زما نه راتاو ده.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">قادر خُدائ د عدالت دپاره وخت ولې نۀ مقرروى؟ او د خُدائ پاک منونکى دا ولې نۀ ګورى چې هغه د ګناهګارانو عدالت کوى؟</verse>
				<verse number="2">بدعمله کسان د حد د پولې کاڼى لرې کوى، هغوئ څاروى پټ کړى او د خپلو رَمو سره يې څروى.</verse>
				<verse number="3">هغوئ د يتيم خر بوځى، او هغوئ د کونډې غوَيے په ضمانت کښې بوځى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ ضرورتمند د سړک نه ديکه کوى، او غريبانان دې ته مجبوروى چې ځان پټ کړى.</verse>
				<verse number="5">غريبانان لکه د ځنګلى خرونو په شان په صحرا کښې خوراک لټوى، هغوئ د خپلو بچو دپاره په بل ځائ کښې خوراک نۀ شى پېدا کولے.</verse>
				<verse number="6">هغوئ پردے پټے رېبى او هغوئ د بدعمله خلقو د انګورو په باغونو کښې پاتې شوى انګور راټولوى.</verse>
				<verse number="7">په يخنۍ کښې هغوئ ټوله شپه بربنډ پراتۀ وى، او په ځان اچولو دپاره ورسره هيڅ هم نۀ وى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ په غرونو کښې په بارانونو سره لامدۀ وى، او په کاڼو کښې پناه اخلى.</verse>
				<verse number="9">بدعمله خلق د کونډې ماشوم د تى نه په زور لرې کوى، او د غريب ماشوم په ضمانت کښې يوسى.</verse>
				<verse number="10">غريبانان د جامو نه بغېر بربنډ ګرځى، او په نهَرو کولمو د خلقو رېبلے شوى ګېډى اوړى،</verse>
				<verse number="11">د زيتُونو د ونو نه تېل وباسى خو د څَکلو اجازت ورته نۀ وى، هغوئ انګور نچوړوى خو په خپله تږى وى.</verse>
				<verse number="12">چې څوک مرى د هغوئ فريادونه په ښار کښې اورېدے شى، او مالدار خلق چې غريبانانو سره کوم ظلم زياتے کوى نو خُدائ پاک ورته هيڅ توجو نۀ ورکوى.</verse>
				<verse number="13">هلته هغه څوک دى کوم چې د رڼا خِلاف بغاوت کوى، او هغوئ د دې روښانه لارې نه خبر نۀ دى نو ځکه هغوئ بې‌لارې شى.</verse>
				<verse number="14">قاتِل سحر وختى راپاڅى چې غريب او ضرورتمند ووژنى، او په تيارۀ کښې غلا کوى.</verse>
				<verse number="15">زناکار هم د تيارې په اِنتظار کښې وى، خيال يې دا وى چې د هيچا به په ما باندې نظر نۀ وى، او هغه مخ پټوى چې څوک مې ونۀ پېژنى.</verse>
				<verse number="16">د شپې په وخت کښې غلۀ د کورونو کنډرې کوى، او د ورځې خوبونه کوى، او رڼا ته نۀ راوځى.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې توره شپه د هغوئ دپاره سحر دے، او هغوئ د تورې تيارې د يرې سره عادت دى.</verse>
				<verse number="18">هغوئ د اوبو په سر د زګ په شان فانى وى، د هغوئ په زمکه لعنت وئيلے شوے دے نو په دې وجه خلق د انګورو باغونو ته نۀ ځى.</verse>
				<verse number="19">قبر ګناه ګار داسې غېبوى لکه چې اوچ کالى او ګرمى واوره غېبوى.</verse>
				<verse number="20">د هغوئ خپله مور به هغوئ هېر کړى، او چينجو ته به هغوئ خواږۀ ښکاره شى، او نور به څوک هغوئ نۀ يادوى، نو بدعمله خلق داسې راپرېوځى لکه چې په طوفان کښې ونه راپرېوځى.</verse>
				<verse number="21">هغوئ د بې‌اولاده مور سره ټګى کوى، او د کونډې سره ښۀ نۀ کوى.</verse>
				<verse number="22">خو خُدائ پاک طاقتور خلق د خپل قوت سره برباد کړى، کېدے شى چې هغوئ د لږ وخت دپاره کامياب شى خو د هغوئ ژوند څۀ اعتبارى نۀ وى.</verse>
				<verse number="23">کېدے شى چې هغه ورله امن ورکړى چې په حِفاظت سره ژوند تېروى، خو هغوئ د خُدائ پاک د نظر لاندې وى.</verse>
				<verse number="24">د لږ وخت دپاره بدعمله مالداره وى، خو هغوئ بيا د واښو په شان اوچ شى، هغوئ د فصل د سرونو په شان پرې کړے شى.</verse>
				<verse number="25">کۀ داسې نۀ وى نو څوک به ما دروغژن ثابت کړى، او چې ښکاره کړى چې زۀ څۀ وايم نو هغه تشې خبرې دى؟“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">بيا شوحى بِلداد جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="2">”اختيار او يره د خُدائ پاک سره دى، هغه په آسمانى بادشاهۍ کښې امن قائموى.</verse>
				<verse number="3">د هغۀ آسمانى لښکر څوک شمارلے شى؟ د هغۀ رڼا په چا باندې نۀ ځليږى؟</verse>
				<verse number="4">نو بنى آدم د خُدائ پاک په مخکښې څنګه صادق کېدے شى؟ څوک چې د مور نه پېدا شوے وى نو هغه کس څنګه صفا کېدے شى؟</verse>
				<verse number="5">ګوره، د هغۀ په وړاندې ځلېدونکى سپوږمۍ او ستورى هيڅ هم نۀ دى.</verse>
				<verse number="6">نو بيا انسان څۀ څيز دے يو مېږے کۀ يا يو چينجے؟ د خُدائ پاک په نظر کښې د يو انسان څۀ اهميت دے؟“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">بيا ايُوب جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="2">”تا د هغه چا مدد څنګه وکړو چې هيڅ طاقت يې نۀ وو. تا هغه کس څنګه بچ کړو چې هيڅ زور يې نۀ وو.</verse>
				<verse number="3">تا يو کم عقل کس له څنګه مشوره ورکړه، او نصيحت دې ورته وکړو.</verse>
				<verse number="4">ستا څۀ خيال دے چې څوک به ستا خبرې اورى، او تا ته دا خبرې چا ښودلى دى؟“</verse>
				<verse number="5">”د زمکې لاندې په اوبو کښې د مړو روحونه لړزيږى.</verse>
				<verse number="6">د مړو دُنيا خُدائ پاک ته ښکاره ده، او د تباهۍ ځائ پټ نۀ دے.</verse>
				<verse number="7">خُدائ پاک آسمان خور کړے دے، او زمکه يې بغېر د څۀ څيز نه راځوړنده کړې ده.</verse>
				<verse number="8">هغه اوبۀ په خپله ټينګه وريځ کښې راغونډوى، او وريځ د دروند والى په وجه نۀ شليږى.</verse>
				<verse number="9">هغه د سپوږمۍ مخ پټوى، او په دې باندې د هغۀ وريځې خوَرې شى.</verse>
				<verse number="10">هغۀ د اوبو دپاسه د آسمان لمن جوړه کړه، هغۀ د رڼا او تيارې په مينځ کښې حد مقرر کړو.</verse>
				<verse number="11">د آسمان بنيادونه ولړزيږى، او دا د هغۀ په رټنه باندې ودرزيږى.</verse>
				<verse number="12">د خپل طاقت په ذريعه هغۀ سمندر قلار کړو، او د خپلې پوهې په ذريعه يې سمندرى بلا تباه کړه.</verse>
				<verse number="13">د هغۀ د ساه په ذريعه آسمان ښائسته شو، او د هغۀ لاس تښتېدونکې بلا وشلوله.</verse>
				<verse number="14">دا د هغۀ د طاقت معمولى کارنامې دى، دا د يو معمولى آواز په شان دے چې مونږ اورېدلے وى. خو داسې څوک شته چې ورته د هغۀ د دروند آواز د زور پته لګى؟“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">ايُوب خپله خبره جارى وساتله،</verse>
				<verse number="2">”زۀ په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم، چا چې زما حقُونه اخستى دى، او هغه قادر خُدائ چا چې زما ژوند تريخ کړے دے،</verse>
				<verse number="3">چې ترڅو پورې زۀ ژوندے يم او چې د خُدائ پاک روح په ما کښې وى،</verse>
				<verse number="4">نو زما ژبه به غلطې خبرې ونۀ کړى، او زما ژبه به دروغ ونۀ وائى.</verse>
				<verse number="5">زۀ به هيڅکله دا ونۀ وايم چې تۀ په حقه يې، ترڅو پورې چې مړ شوے نۀ يم نو صداقت به ما کښې وى.</verse>
				<verse number="6">زۀ به دا دعوىٰ هيڅکله پرې نۀ ږدم چې زۀ بې‌ګناه يم، ځکه چې ټول عُمر زما ضمير صفا دے.</verse>
				<verse number="7">څوک چې زما مخالفت کوى يا ما سره جګړې کوى نو هغوئ ته دې د ګناهګارو او بدعملو په شان سزا مِلاو شى.</verse>
				<verse number="8">ځکه چې د خُدائ نه د منکرو خلقو اُميد به څۀ وى چې کله هغوئ د ژوند نه لاس ووينځى، کله چې خُدائ پاک د هغوئ نه ژوند واخلى؟</verse>
				<verse number="9">چې کله مصيبت په هغوئ باندې راشى نو خُدائ پاک به د هغوئ ژړا اورى څۀ؟</verse>
				<verse number="10">هغوئ به د قادر خُدائ سره خوشحاله شى څۀ؟ هغوئ به هر وخت خُدائ پاک ته آواز کولے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="11">زۀ به تا ته د خُدائ پاک د طاقت په حقله ښودنه وکړم، څۀ چې د قادر خُدائ سره وى نو زۀ به هغه نۀ پټوم.</verse>
				<verse number="12">تاسو دا هر څۀ په خپله ليدلى دى، خو بيا هم تاسو ما ته دا فضول خبرې کوئ؟“</verse>
				<verse number="13">”دا د خُدائ پاک سره د بدعمله کسانو برخه ده، او دا هغه ميراث دے چې ظالمانو ته د قادر خُدائ د طرف نه ملاويږى،</verse>
				<verse number="14">کۀ د هغوئ اولاد ډېر هم وى، خو د هغوئ بچى به په جنګ کښې او د لوږې نه مړۀ شى.</verse>
				<verse number="15">څوک چې پاتې وى نو هغوئ به په وبا مړۀ شى، او د هغوئ کونډې به هم په هغوئ باندې ژړا ونۀ کړى.</verse>
				<verse number="16">هغوئ سره سپين زر د خاورو نه زيات دى، او بې‌حسابه جامې ورسره دى،</verse>
				<verse number="17">هغوئ به دا رايوځائ کړى، خو نېکان به دا واغوندى، او بې‌ګناه کسان به سپين زر په خپلو کښې تقسيم کړى.</verse>
				<verse number="18">بدعمله کسان خپل کورونه د جالو په شان داسې کمزورى جوړوى، لکه چې څوکيداران څپر جوړوى.</verse>
				<verse number="19">هغوئ به د دولت سره څملى، خو چې سترګې وغړوى، نو مال به يې ختم وى.</verse>
				<verse number="20">يره د سېلاب په شان په هغوئ باندې غالبه شى، او د شپې طوفان يې يوسى.</verse>
				<verse number="21">د نمرخاتۀ طرف هوا هغوئ اوچت کړى او هغوئ ختم شى، او دا هوا يې په مخه يوسى.</verse>
				<verse number="22">دا په بې‌رحمۍ سره په هغوئ باندې راوغورزيږى، اګر چې هغوئ د تښتېدو پوره کوشش کوى.</verse>
				<verse number="23">هوا په هغوئ پسې داسې شور جوړوى لکه چې سړے په چا پورې خندا کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="28">
				<verse number="1">”بې‌شکه چې د سپينو زرو يو کان وى، او د سرو زرو د صفا کولو دپاره يو ځائ وى.</verse>
				<verse number="2">اوسپنه د زمکې نه راويستلے شى، او د کاڼو نه ويلې شوې تانبه راوځى.</verse>
				<verse number="3">انسان په تيارۀ کښې رڼا ځلوى، او د دُنيا آخرى حد معلوموى، او د زمکې لاندې په تيارۀ کښې قيمتى کاڼى لټوى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ د انسان د اوسېدو نه لرې په زمکه کښې سورنګونه جوړوى، هغوئ په کان کښې په پړو باندې کوزيږى او خېژى.</verse>
				<verse number="5">په دې زمکه پاس خوراک لوئيږى خو دا زمکه لاندې داسې ده لکه د اور.</verse>
				<verse number="6">د دې زمکې په کاڼو کښې نيلم شته، او د دې په خاوره کښې سرۀ زر پراتۀ دى.</verse>
				<verse number="7">د هغه خزانې لار يو ښکارى مارغۀ ته هم نۀ ده معلومه، او نۀ باز هغه ليدلې ده.</verse>
				<verse number="8">ځنګلى ځناورو په هغې باندې قدم نۀ دے اېښے، او زمرے په هغې باندې تېر شوے نۀ دے.</verse>
				<verse number="9">بنى آدم په سختو کاڼو کښې کار کوى، او د غرونو بېخونه اړَوى.</verse>
				<verse number="10">هغوئ په کاڼو کښې سورنګونه جوړوى، او هغوئ قيمتى کاڼى پېدا کوى.</verse>
				<verse number="11">هغوئ د دريابونو بېخونه لټوى، او هغوئ پټ څيزونه رڼا ته راوباسى.</verse>
				<verse number="12">خو هغوئ ته پته نشته چې حِکمت به چرته ملاويږى؟ او د پوهې ځائ چرته دے؟</verse>
				<verse number="13">بنى آدم د دې د قيمت نه خبر نۀ دے، او دا په دې دُنيا کښې نۀ ملاويږى.</verse>
				<verse number="14">سمندر وائى چې دا په ما کښې نشته، او درياب وائى چې دا په ما کښې نشته.</verse>
				<verse number="15">نۀ دا په سپينو زرو اخستلے شى، او نۀ دا په سرو زرو اخستلے شى.</verse>
				<verse number="16">د اوفير سرۀ زر د دې قيمت نۀ شى پوره کولے، نۀ يې اونيکس کاڼى او نۀ يې نيلم کاڼى پوره کولے شى.</verse>
				<verse number="17">سرۀ زر او قيمتى کاڼى د حِکمت برابر نۀ شى کېدے، او نۀ دا د سوچه سرو زرو په کالو باندې بدلولے شى.</verse>
				<verse number="18">مرجان او بلور غمى هيڅ هم نۀ دى، د حِکمت قيمت د ملغلرو نه اوچت دے.</verse>
				<verse number="19">د ايتهوپيا طوپاز د دې برابر نۀ دے، او نۀ سوچه سرۀ زر د دې قيمت پوره کولے شى.</verse>
				<verse number="20">نو بيا حِکمت د کوم ځائ نه راځى؟ او د پوهې مقام چرته دے؟</verse>
				<verse number="21">دا د ټول مخلوق د سترګو نه پناه دے، او د هوا د مارغانو نه پټ دے.</verse>
				<verse number="22">په عالمِ ارواح کښې صرف د دې افواه اورېدلے شوې ده.</verse>
				<verse number="23">صرف خُدائ پاک د حِکمت په طريقه پوهه دے، او هغۀ ته د دې د مقام پته ده.</verse>
				<verse number="24">ځکه چې هغه ټولې دُنيا ته ګورى، او هغه د آسمانونو لاندې هر يو څيز وينى.</verse>
				<verse number="25">کله چې هغۀ هوا ته طاقت ورکړو، او په وريځو کښې يې باران کېښودو،</verse>
				<verse number="26">کله چې هغۀ د باران دپاره اصُول مقرر کړل، او د تندر دپاره يې يوه لاره مقرره کړه،</verse>
				<verse number="27">بيا هغۀ حِکمت وليدو او د دې اندازه يې واخستله، هغۀ دا تيار کړو او ښۀ يې وکتلو.</verse>
				<verse number="28">او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="29">
				<verse number="1">ايُوب خپله خبره بيا شروع کړه او وې فرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”کاش چې تېر عُمر زما بيا راغلے وے، چې په کوم وخت کښې د خُدائ پاک په ما باندې نظر وو،</verse>
				<verse number="3">هغۀ ما ته رڼا کړه کله چې زۀ په تيارۀ کښې ګرځېدم.</verse>
				<verse number="4">کله چې زۀ په ځوانۍ کښې وم، او د خُدائ پاک د دوستۍ نظر زما په کور باندې وو،</verse>
				<verse number="5">کله چې قادر خُدائ زما مل وو، او زما بچى زما نه ګېرچاپېره تاو وُو،</verse>
				<verse number="6">کله چې ما کره پئ ډېر تېر وُو، او ما کره تېل د نِهرونو په شان بهېدل.</verse>
				<verse number="7">کله چې زۀ د ښار دروازې ته تلم، او د جرګې په ځائ کښې به د عزتمندو مشرانو سره کښېناستم،</verse>
				<verse number="8">نو ځوانان به پاڅېدل او لا به ړل، او بوډاګان به اوچت شول او وبه درېدل،</verse>
				<verse number="9">مشران خلق به چپ شول، او په خپلو خُلو به يې لاسونه کېښودل.</verse>
				<verse number="10">د خانانو آوازونه به غلى شول، او د هغوئ د خولې نه به يوه خبره هم نۀ وتله.</verse>
				<verse number="11">هر چا به چې زما په حقله اورېدل نو هغوئ به زما صِفت کولو. چې هر چا به زۀ ليدلم نو هغوئ به زما ښۀ وئيل.</verse>
				<verse number="12">کله به چې غريبانانو څۀ غوښتل نو ما به يې مدد کولو، او د حاجتمندو يتيمانانو مرسته به مې کوله.</verse>
				<verse number="13">چې څوک به سخت غمژن وُو نو هغوئ به زما ښۀ وئيل، او زما په وجه به کونډو د خوشحالۍ سندرې وئيلې.</verse>
				<verse number="14">ما د صداقت هر يو کار کولو، اِنصاف او صداقت د يوې چُوغې او د پټکى په شان وو.</verse>
				<verse number="15">زۀ د ړندو دپاره سترګې وم، او د ګوډيانو دپاره پښې وم.</verse>
				<verse number="16">زۀ د ضرورتمندو د پلار په شان وم، او د مسافرو مرسته به مې کوله.</verse>
				<verse number="17">ما د ظالمانو ژامنې ماتې کړې، او د هغوئ نه مې مظلومان خلاص کړل.</verse>
				<verse number="18">زما خيال دا وو چې ډېر عُمر به ژوندے يم او په آرام سره به په کور کښې مړ شم.</verse>
				<verse number="19">زۀ د داسې ونې په شان وم چې جرړې يې اوبو ته رسېدلې وى او څانګې يې ټوله شپه په پرخه لامدې وى.</verse>
				<verse number="20">خلقو به هر وخت زما صِفت کولو او زما په مټو به لا هم زور زياتېدو.</verse>
				<verse number="21">هر چا به زما نصيحت اورېدو، او په خاموشۍ سره به زما د خبرې په انتظار کښې ناست وُو.</verse>
				<verse number="22">کله چې ما خبرې وکړې نو هغوئ بيا څۀ ونۀ وئيل، او زما خبرې په هغوئ لکه د شاتو لګېدې.</verse>
				<verse number="23">هغوئ زما د خبرو داسې اِنتظار کولو لکه چې د باران اِنتظار کوى، په هغوئ باندې زما خبرې د سپرلى د باران په شان لګېدې.</verse>
				<verse number="24">کله چې هغوئ بې‌حوصلې وُو نو ما د هغوئ ډاډګيرنه کوله، او زما په وجه د هغوئ حوصله مضبوطه شوه.</verse>
				<verse number="25">ما د مشر په شان هغوئ ته وښودل چې څۀ به کوى، زۀ د لښکر د بادشاه په شان د هغوئ سره اوسېدم، او غمژنو له مې تسلى ورکوله.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="30">
				<verse number="1">اوس زما نه کشران هم په ما پورې خندا کوى، او دا هغه کشران دى چې د چا پلاران هم زما د رَمو د سپو برابر نۀ وو.</verse>
				<verse number="2">د هغوئ طاقت به ما له څۀ فائده راکړى؟ د هغوئ ټول زور ختم شوے دے.</verse>
				<verse number="3">هغوئ دومره غريبانان او اوږى وُو چې د شپې به يې په صحرا کښې د بوټو جرړې خوړلې.</verse>
				<verse number="4">هغوئ د صحرا نه بوټى راويستى دى او خوړلى يې دى، د هغوئ خوراک د جاړو بوټو جرړې دى.</verse>
				<verse number="5">هغوئ د معاشرې نه شړلے شوى دى، او خلق په هغوئ پسې داسې چغې وهى لکه چې دوئ غلۀ وى.</verse>
				<verse number="6">هغوئ د اوچو شوو دريابونو په مېدانونو کښې ژوند تېروى، او د زمکې په غارونو او ګټو کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="7">هغوئ د غنو بوټو لاندې غوريږى، او د جاړو بوټو لاندې به راغونډيږى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ بې‌غېرته او بې‌اصله دى، او د مُلک نه شړلے شوى دى.</verse>
				<verse number="9">او اوس هغوئ په ما پورې په سندرو کښې خندا کوى، زۀ د هغوئ په سندرو کښې سپک يادېږم.</verse>
				<verse number="10">هغوئ زما نه نفرت کوى او هغوئ ما سره هيڅ تعلق نۀ لرى، او ښۀ په زړۀ ورتيا زما په مخ توکاڼى تُوکى.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې خُدائ پاک زۀ کمزورے او عاجز کړے يم، نو ځکه هغوئ زما ادب نۀ کوى.</verse>
				<verse number="12">زما په مخکښې خلق راپاڅى او ومې غورزوى او زما په لار کښې دامونه اچوى.</verse>
				<verse number="13">هغوئ زما لار بندوى، او هغوئ زما د تباه کولو دپاره هر څۀ کوى، هغوئ ته پته ده چې زما د تپوس کولو والا څوک نشته.</verse>
				<verse number="14">هغوئ په ما باندې د هر طرف نه راشى، کله چې زۀ لاندې يم نو هغوئ په ما باندې راټوپ کړى.</verse>
				<verse number="15">اوس زۀ په يره کښې اوسېږم، او زما عزت هوا اوړے دے، او زما مال دولت د وريځو په شان فنا شوے دے.</verse>
				<verse number="16">او اوس زما روح زما نه وتلے دے، او د مصيبت په وخت کښې راګېر يم.</verse>
				<verse number="17">شپه زما د هډُوکو دپاره د دردونو سبب ګرځى، او چې کوم درد ما خورى په هغې کښې هيڅ کمے نۀ راځى.</verse>
				<verse number="18">خپل زورَور لاس سره خُدائ پاک زما جامې نيولې دى، هغۀ زۀ زما د چُوغې د غاړې نه نيولے يم.</verse>
				<verse number="19">هغۀ زۀ خټو ته غورزولے يم، او زۀ د خاورو او ايرو په شان شوے يم.</verse>
				<verse number="20">زۀ تا ته فرياد کوم او تۀ زما فرياد نۀ اورې، زۀ ستا په وړاندې ودرېږم خو تۀ ما ته ګورې قدرې هم نه.</verse>
				<verse number="21">تا ما سره زياتے شروع کړے دے، او د خپل طاقت سره ما له تکليف راکوې.</verse>
				<verse number="22">تا زۀ په هوا باندې اوچت کړے يم، او په طوفان کښې دې تباه کړے يم.</verse>
				<verse number="23">ما ته پته ده چې تۀ به ما مرګ له بوځې، هغه کور ته کوم چې د ټولو ژوندو دپاره تيار شوے دے.</verse>
				<verse number="24">څوک د ضرورتمندو خِلاف کار نۀ کوى، کله چې په يو مصيبت کښې هغوئ د مدد دپاره چغې وهى.</verse>
				<verse number="25">څوک چې په تکليف کښې وُو ولې ما د هغوئ دپاره ژړا ونۀ کړه څۀ؟ او زما زړۀ په غريبانانو باندې خفه نۀ وو څۀ؟</verse>
				<verse number="26">خو کله چې ما د ښۀ‌والى لټون وکړو، نو بدوالے راغلو، او کله چې ما د رڼا اِنتظار وکړو، نو تيارۀ راغله.</verse>
				<verse number="27">زما زړۀ بې‌قراره او په تکليف دے، او سخت وخت په ما باندې راغلے دے.</verse>
				<verse number="28">زۀ په داسې تيارۀ کښې ګرځم چې رڼا نۀ وى، زۀ د خلقو په مخکښې ودرېږم او د مدد دپاره چغې وهم.</verse>
				<verse number="29">زۀ د ګيدړانو ورور يم، او د ګونګا ملګرے يم.</verse>
				<verse number="30">زما څرمن توره شى او وغورزيږى، او زما بدن د تبې په وجه سور وى.</verse>
				<verse number="31">زما د رباب ساز په ژړا بدل شوے دے، او زما د شپېلۍ آواز د ژړا نه ډک دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="31">
				<verse number="1">ما د خپل ځان سره يو لوظ کړے دے چې يوې پېغلې ته به هم په غلط نظر باندې نۀ ګورم.</verse>
				<verse number="2">پاس په آسمان کښې خُدائ پاک به زما دپاره څۀ کوى، او په قادر خُدائ کښې به زما ميراث څۀ وى؟</verse>
				<verse number="3">افت په ګناهګارو خلقو نۀ راغورزيږى څۀ، او مصيبت په هغه خلقو چې څوک بدعمله وى؟</verse>
				<verse number="4">زۀ چې څۀ هم کوم نو هغۀ ته پته ده، او زما په هر قدم باندې يې نظر دے.</verse>
				<verse number="5">ما کله چا ته دروغ وئيلى دى څۀ، او يا مې چا له دوکه ورکړې ده څۀ؟</verse>
				<verse number="6">نو زۀ دې د اِنصاف په تله کښې وتللے شم، چې خُدائ پاک ته زما د صداقت پته ولګى.</verse>
				<verse number="7">کۀ زما قدم د هغۀ د لارې نه اوړېدلے وى، او زما زړۀ زما د سترګو په خواهش پسې تلے وى، يا کۀ د څۀ بل څۀ ګناه شوى وى،</verse>
				<verse number="8">نو ما پرېږده چې څۀ وکَرم او نور يې وخورى، او زما کَرلے فصل دې تباه شى.</verse>
				<verse number="9">کۀ زۀ د ګاونډى په ښځه باندې مئين شم، او د هغې په دروازه کښې په طمع کښېنم،</verse>
				<verse number="10">نو بيا دې زما ښځه د نورو دپاره مېچن وکړى، او پرېږده چې نور سړى د هغې سره څملى.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې دا به د شرم نه ډک کار وى، او دا به د سزا حقدار جرم وى،</verse>
				<verse number="12">ځکه چې دا به د دوزخ په شان تباه کوونکے اور وى، او زما به هر څۀ تباه کړى.</verse>
				<verse number="13">کۀ زما وينځې يا غلام ما ته شکايت کړے وى، او ما هغوئ سره اِنصاف نۀ وى کړے،</verse>
				<verse number="14">نو بيا زۀ خُدائ پاک ته څنګه مخامخ کېدے شم؟ کله چې هغه حِساب کِتاب کوى نو زۀ څۀ جواب ورکړم؟</verse>
				<verse number="15">هغه خُدائ پاک چې زۀ يې پېدا کړے يم، زما نوکران يې هم پېدا کړى دى.</verse>
				<verse number="16">ما کله هم د غريبانانو مدد نۀ دے پرېښے، او نۀ مې کونډې مايُوسه کړې دى،</verse>
				<verse number="17">يا مې په روټۍ کښې د شومتوب نه کار اخستے وى، او دا مې يتيمانانو له نۀ وى ورکړې</verse>
				<verse number="18">ځکه چې د ځوانۍ نه ما د يتيمانانو خيال لکه د يو پلار په شان ساتلے دے، او ټول عُمر مې په کونډو پام کړے دے.</verse>
				<verse number="19">کۀ ما څوک په تکليف کښې ليدلے وى چې جامې يې نۀ وى، يا دومره غريب وى چې جامې نۀ شى اخستے،</verse>
				<verse number="20">نو ما ورله د کپړو دپاره د خپلو ګډو وړئ ورکړې ده چې ځان په کښې ګرم کړى، او هغوئ زما شکريه ادا کړې ده.</verse>
				<verse number="21">کۀ ما د يتيمانانو خِلاف خپل لاس اوچت کړے وى، ځکه چې ما ته پته وه چې په عدالت کښې زما ملګرى شته دے،</verse>
				<verse number="22">نو زما لاسونه دې مات شى، او زما د تن نه دې پرې کړے شى.</verse>
				<verse number="23">ځکه چې زۀ د خُدائ پاک د مصيبت نه په يره کښې وم، او زۀ د هغۀ د شان او شوکت په وړاندې نۀ شوم ودرېدلے.</verse>
				<verse number="24">کۀ ما په سرو زرو يقين کړے وے، يا مې په سوچه سرو زرو باندې اعتبار کړے وے،</verse>
				<verse number="25">کۀ ما د خپل مال دولت په وجه خوشحالى کړے وے، يا چې ما سره ډېر څۀ دى،</verse>
				<verse number="26">کۀ ما په هغه وخت کښې نمر ته کتلے په کوم وخت کښې چې دا ځلېدو، يا مې سپوږمۍ ته کتلے چې د شان او شوکت سره روانه وى،</verse>
				<verse number="27">او کۀ زما زړۀ په پټه د دې عبادت شروع کړے وے، او د دُعا دپاره مې ورته لاسونه اوچت کړے وے،</verse>
				<verse number="28">دا به يو غلطى وے او قاضيانو به د دې په وجه سزا راکړے وے، ځکه چې زۀ به د خُدائ تعالىٰ مجرم وے.</verse>
				<verse number="29">کۀ زۀ د هغه خلقو په تباهۍ باندې خوشحاله وے چا چې زما نه نفرت کولو، يا مې په هغه وخت کښې خوشحالى کولے چې بدعملى په هغوئ باندې غالِبه شوې وه،</verse>
				<verse number="30">ما په خپله خولۀ باندې داسې ګناه نۀ ده کړې چې هغوئ ته مې د مرګ ښېرې کړے وے.</verse>
				<verse number="31">زما په خاندان کښې هر يو کس ته پته ده، چې زما کور ته څوک هم راغلى دى نو د هغوئ ښۀ مېلمستيا شوې ده.</verse>
				<verse number="32">ما په پردو خلقو هيڅکله بې‌غورى نۀ ده کړې چې هغوئ په کوڅه کښې شپه تېره کړى، او ما مسافرو ته خپلې دروازې کولاو ساتلې دى.</verse>
				<verse number="33">کۀ ما خپله ګناه د نورو خلقو په شان پټه کړې وې، او غلطى مې په خپل زړۀ کښې پټه ساتلې وې،</verse>
				<verse number="34">ځکه چې زۀ د ګڼې نه يا د خلقو د بې‌عزتۍ نه يرېدلے يم، چې غلے پاتې يم او د کور نه نۀ يم وتلے،</verse>
				<verse number="35">نو اے کاش چې ما ته چا غوږ نيولے وے. زۀ ليکلى درکوم چې هره يوه خبره رښتيا ده. او قادر خُدائ دې زما فرياد واورى، او زما مخالفين دې ليکلے اِلزام راوړى چې زۀ يې وګورم.</verse>
				<verse number="36">بې‌شکه زۀ به په فخر سره د اِلزام مقابله وکړم او زۀ به دا د تاج په شان په سر کړم.</verse>
				<verse number="37">زۀ به هغۀ له د خپل عمل حِساب کِتاب ورکړم، او د هغۀ په حضور کښې به زړَور ولاړ يم.</verse>
				<verse number="38">کۀ ما هغه زمکه قبضه کړې وى چې کومه زۀ کرَم او دا مې د خپل اصلى مالِک نه اخستې وى،</verse>
				<verse number="39">کۀ د دې پېداوار ما بغېر د پېسو نه خوړلے وى، او کۀ ما د دې مالِکان وژلى وى،</verse>
				<verse number="40">نو پرېږده چې د غنمو په ځائ ازغى وشى، او د اوربشو په ځائ دې ګنده واښۀ وشى.“ د ايُوب خبرې ختمې شوې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="32">
				<verse number="1">نو دې درېو کسانو ايُوب له نور جواب ورنۀ کړو، ځکه چې ايُوب پخپله په خپل خيال کښې بې‌ګناه وو.</verse>
				<verse number="2">نو بيا د رام د خاندان د بوزى براکيل زوئ اليهُو غصه شو. هغه ايُوب ته ځکه غصه شو چې ايُوب خپل ځان صحيح ګڼلو او په خُدائ پاک يې اِلزام لګولو.</verse>
				<verse number="3">هغه د ايُوب درېو ملګرو ته هم غصه وو ځکه چې هغوئ ايُوب له جواب نۀ شو ورکولے او داسې ښکارېده چې خُدائ پاک په غلطه دے.</verse>
				<verse number="4">نو اليهُو د ايُوب سره د خبرو کولو دپاره د نورو کسانو انتظار کولو، ځکه چې هغوئ د هغۀ نه مشران وُو.</verse>
				<verse number="5">خو چې کله اليهُو ته پته ولګېده چې د هغه درېو کسانو سره څۀ جواب نۀ وو، نو هغه غصه شو.</verse>
				<verse number="6">د بوزى براکيل زوئ اليهُو ووئيل، ”زۀ زلمے يم، او تۀ بوډا يې، نو په دې وجه زۀ يرېدم چې تا د خپلې رايې نه خبر کړم.</verse>
				<verse number="7">ما وئيل چې مشران دې خبره وکړى، ځکه چې عقل د عُمر سره راځى.</verse>
				<verse number="8">دا د قادر خُدائ روح دے چې بنيادم له پوهه ورکوى.</verse>
				<verse number="9">صِرف مشران هوښيار نۀ وى، کله کله مشران هم په اِنصاف باندې نۀ پوهيږى.</verse>
				<verse number="10">نو ځکه زۀ وايم چې ما ته غوږ ونيسئ، ما پرېږدئ چې د خپلې رايې اظهار هم وکړم.</verse>
				<verse number="11">ګوره، کله چې تا خبرې کولې نو ما څۀ نۀ وئيل، او ما ستا دليل ته غوږ نيولو، کله به چې تا سوچ کولو چې څۀ ووايم.</verse>
				<verse number="12">ما تا ته توجو کوله، خو داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې ايُوب يې غلط ثابت کړے وے، او په تاسو کښې داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې د هغۀ د خبرې جواب يې ورکړے وے.</verse>
				<verse number="13">نو بيا دا مۀ وايئ چې مونږ ته عقل مِلاو شوے دے، پرېږده چې د انسان په ځائ خُدائ پاک هغۀ له جواب ورکړى.</verse>
				<verse number="14">ايُوب ما سره نۀ تاسو سره بحث کولو، خو زۀ به هغۀ له ستاسو په شان جواب نۀ ورکوم.</verse>
				<verse number="15">تاسو غلى ناست يئ، تاسو سره بل جواب نشته، تاسو يوه خبره هم نۀ شئ کولے.</verse>
				<verse number="16">کله چې تاسو خاموش يئ نو زۀ به هم خاموش يم؟ ځکه چې تاسو هلته ولاړ يئ او بله يوه خبره هم نۀ شئ کولے؟</verse>
				<verse number="17">زۀ به هم خپل جواب ورکړم، زۀ به هم د خپلې رايې اظهار وکړم.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې ما سره خبرې ډېرې دى، په ما کښې چې کوم روح دے هغه ما مجبوروى.</verse>
				<verse number="19">کۀ ما ته د خبرو کولو موقع مِلاو نۀ شى، نو زما برداشت ختم دے او زۀ به پړق وچوم.</verse>
				<verse number="20">زۀ به خبرې کوم، چې ما ته آرام مِلاو شى، او زۀ به جواب درکړم.</verse>
				<verse number="21">زۀ به د هيچا طرفدارى نۀ کوم او زۀ به د چا چاپلوسى نۀ کوم.</verse>
				<verse number="22">ځکه چې زۀ په چاپلوسۍ نۀ پوهېږم، ګنې زما پېدا کوونکى به زر ختم کړے وم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="33">
				<verse number="1">نو اے ايُوبه، زما خبرې واوره، او زۀ چې څۀ وايم نو هغې ته متوجو شه.</verse>
				<verse number="2">نو اوس چې ما خبرې شروع کړې، نو پرېږده چې زړۀ تش کړم.</verse>
				<verse number="3">زما ټولې خبرې سپينې دى، او زۀ رښتيا رښتيا وايم.</verse>
				<verse number="4">د خُدائ پاک روح زۀ جوړ کړے يم، او د قادر خُدائ ساه ما له ژوند راکړے دے.</verse>
				<verse number="5">کۀ تا سره څۀ جواب وى نو ما له يې راکړه، د خبرې دپاره ځان تيار کړه او په هغې ټينګ ودرېږه.</verse>
				<verse number="6">ګوره، زۀ هم د خُدائ پاک په نظر کښې ستا په شان يم، زۀ هم د خټې نه جوړ شوے وم.</verse>
				<verse number="7">نو زما نه مۀ يرېږه، او زۀ به تا سره زياتے نۀ کوم.</verse>
				<verse number="8">تا زما په مخکښې خبرې کړې دى، او ما ستا ټولې خبرې اورېدلې دى.</verse>
				<verse number="9">تۀ وائې چې، ”زۀ صفا او بې‌ګناه يم، زۀ معصُوم يم او په ما کښې هيڅ غلطى نشته.</verse>
				<verse number="10">خو خُدائ پاک په ما کښې غلطى لټوى، هغه ما خپل دشمن ګڼى،</verse>
				<verse number="11">هغه زما په پښو کښې زولنۍ اچوى، او زما په هر حرکت يې نظر دے.“</verse>
				<verse number="12">خو په دې خبره کښې تۀ غلط يې. زۀ به تا ته ووايم چې ولې ځکه چې خُدائ پاک د انسان نه لوئ دے.</verse>
				<verse number="13">تۀ په خُدائ پاک باندې اِلزام ولې لګوې، وائې چې هغه به زما د يوې خبرې جواب هم ونۀ کړى؟</verse>
				<verse number="14">ځکه چې خُدائ پاک بار بار کلام کوى، خو خلق دې ته غوږ نۀ ږدى.</verse>
				<verse number="15">کله چې بنى آدم په خوب اودۀ وى او هغه خوب وينى يا رويا وينى،</verse>
				<verse number="16">نو خُدائ پاک به د هغوئ غوږونه کولاو کړى، او د خبردارى په ذريعه به هغوئ يروى،</verse>
				<verse number="17">هغه يې د بدو عملونو نه راوګرځوى، او د غرور نه يې وساتى.</verse>
				<verse number="18">هغه يې د مرګ نه بچ کوى، او د مرګ درياب د تېرېدو نه يې بچ کوى.</verse>
				<verse number="19">خُدائ پاک د بيمارۍ په ذريعه د خلقو اصلاح کوى، او د هغوئ په بدنونو باندې درد راولى،</verse>
				<verse number="20">نو د هغوئ لوږه ختمه شى، او مزېدار خوراک ته يې هم زړۀ نۀ کيږى.</verse>
				<verse number="21">د هغوئ بدنونه ويلى شى، او دوه ګوتې مخ يې راوځى.</verse>
				<verse number="22">هغوئ د مرګ په خولۀ ولاړ وى، او د مرګ فرښته د هغوئ انتظار کوى.</verse>
				<verse number="23">خو کۀ د زرګونو فرښتو نه يوه فرښته راشى او چا ته صحيح لار وښائى نو دا بس دى،</verse>
				<verse number="24">او هغه په هغه کس باندې مِهربانه شى او ووائى چې، هغه بچ کړه چې قبر ته لاړ نۀ شى، ځکه چې ما ته د هغۀ د ژوند قيمت مِلاو شوے دے.</verse>
				<verse number="25">د هغۀ بدن دې د ځوانۍ په وجه تازه شى، په هغۀ دې د ځوانۍ ورځې بيا راشى.</verse>
				<verse number="26">بيا هغه خُدائ پاک ته سوال وکړى او سوال يې قبول شى، هغه په خوشحالۍ سره د خُدائ پاک حضور ته راشى، او هغه يې بيا يو نېک سړے جوړ کړى.</verse>
				<verse number="27">هغه به نورو کسانو ته وائى چې، ما ګناه کړې ده، او د نېکۍ په ځائ مې بدى کړې ده. او خُدائ پاک ما له د هغې سزا نۀ ده راکړې د څۀ چې زۀ لائق وم.</verse>
				<verse number="28">خُدائ پاک زۀ د قبر نه بچ کړم، او زما ژوند به په رڼا کښې وى.</verse>
				<verse number="29">بې‌شکه چې دا د خُدائ پاک کارونه دى، او د انسان دپاره يې بار بار کوى.</verse>
				<verse number="30">هغه يې د قبر نه بچ کوى، او د ژوند په خوند يې پوهوى.</verse>
				<verse number="31">ايُوبه، ما ته توجو شه او ما ته غوږ ونيسه، تۀ خاموش اوسه او زۀ به خبرې کوم.</verse>
				<verse number="32">کۀ تۀ څۀ وائې، نو ووايه، زۀ غواړم چې تا بې‌ګناه ثابت کړم.</verse>
				<verse number="33">کۀ داسې نۀ وى، نو ما ته غوږ ونيسه، خاموش شه او زۀ به تا ته د عقل ښودنه وکړم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="34">
				<verse number="1">نو اليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل،</verse>
				<verse number="2">”اے عقلمندو سړو، زما خبره واورئ، اے هوښيارانو ما ته غوږ ونيسئ،</verse>
				<verse number="3">ځکه چې غوږونه خبرې داسې معلوموى لکه څنګه چې ژبه د خوراک په خوند پوهيږى.</verse>
				<verse number="4">راځئ چې د دې پته ولګوو چې څۀ صحيح دى، راځئ چې ښۀ څيزونه زده کړُو.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې ايُوب وئيلى دى چې زۀ بې‌ګناه يم، او خُدائ پاک زما سره اِنصاف نۀ کوى،</verse>
				<verse number="6">زۀ بې‌ګناه يم خو دروغژن ګڼلے شم، په ما کښې څۀ غلطى نشته، خو زما د زخم علاج نشته.</verse>
				<verse number="7">د ايُوب په شان څوک شته، چې په چا کښې زره غوندې ادب هم نۀ وى؟</verse>
				<verse number="8">چې هغه د بدعملو سره ملګرتيا کوى او د بدمعاشانو سره ګرځى.</verse>
				<verse number="9">نو هغۀ دا هم وئيلى دى چې، ”د خُدائ پاک د راضى کولو څۀ فائده ده.“</verse>
				<verse number="10">نو چې څوک عقل لرئ نو زما خبره واورئ، هر چا ته پته ده چې خُدائ پاک بدى نۀ کوى، او د قادر خُدائ دپاره ممکن نۀ دى چې هغه غلطى وکړى.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې هغه د عملونو په مطابق خلقو له بدله ورکوى، او هغه شان سلوک ورسره کوى چې څنګه يې حقدار وى.</verse>
				<verse number="12">بې‌شکه، خُدائ پاک به بد عمل نۀ کوى، او قادر خُدائ د هيچا سره بې‌اِنصافى نۀ کوى.</verse>
				<verse number="13">هغۀ له د زمکې اختيار چا ورکړے دے، او دا ټوله دُنيا په خپل ځائ چا لګولې ده؟</verse>
				<verse number="14">کۀ خُدائ پاک د خلقو نه روح واخلى، او د ژوند ساه ترې نه واخلى،</verse>
				<verse number="15">ټول انسانان به ختم شى، او ټول بنى آدم به خاورو ته واپس کيږى.</verse>
				<verse number="16">کۀ تاسو پوهه لرئ، نو دا خبره واورئ، زۀ چې څۀ وايم نو هغې ته غوږ کېږدئ.</verse>
				<verse number="17">چې خُدائ پاک پخپله اِنصاف نۀ کوى نو بيا هغه څنګه دُنيا چلولے شى؟ تاسو به هغه لويه هستى رد کوئ څوک چې صادق دے؟</verse>
				<verse number="18">څوک چې بادشاه ته وائى چې تۀ بې‌کاره يې، او مشر ته وائى چې تۀ بدعمله يې،</verse>
				<verse number="19">څوک چې د حکمرانانو طرفدارى نۀ کوى، او د مالدارو خلقو طرفدارى د غريبانانو نه زياته نۀ کوى، ځکه چې ټول هغۀ پېدا کړى دى.</verse>
				<verse number="20">يو کس د شپې اچانک مړ کېدے شى، خُدائ پاک خلق ووهى او هغوئ هلاک شى، خُدائ پاک طاقتور خلق هم په آسانۍ سره وژلے شى.</verse>
				<verse number="21">ځکه چې د هغۀ نظر د بنى آدم په عمل باندې دے، او هغه د هغوئ هر قدم ته ګورى.</verse>
				<verse number="22">داسې تکه توره تيارۀ نشته چرته چې بدعمله خلق خپل ځانونه د هغۀ نه پټ کړى.</verse>
				<verse number="23">مونږ وخت نۀ مقرروو چې کله به د خُدائ پاک په وړاندې د عدالت دپاره راځو.</verse>
				<verse number="24">هغه د تپوس نه بغېر طاقتور راګزار کړى، او د هغوئ په ځائ کښې نور مقرر کړى.</verse>
				<verse number="25">هغه د هغوئ په کارونو خبر دے، هغه يې په شپه کښې لرې کړى او هغوئ تباه شى.</verse>
				<verse number="26">د هغوئ د بدعملۍ په وجه يې تباه کړى چې د نورو دپاره د عبرت سبب جوړ شى،</verse>
				<verse number="27">ځکه چې هغوئ د هغۀ د تابعدارۍ نه اوړى، او د هغۀ په حُکمونو باندې عمل نۀ کوى.</verse>
				<verse number="28">نو هغوئ غريبانان فرياد کولو ته جوړ کړل، چې دا فرياد خُدائ پاک ته ورسيږى. او هغۀ د ضرورتمندو خلقو فرياد واورېدو،</verse>
				<verse number="29">کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى، نو څوک يې ليدلے شى، کۀ هغه يو کس وى او کۀ قوم وى.</verse>
				<verse number="30">نو چې داسې د خُدائ پاک نه منکر خلق حکومت ونۀ کړى، او چې هغوئ خلق دوکه نۀ کړى.</verse>
				<verse number="31">خلق خُدائ پاک ته ولې نۀ وائى چې، ”مونږ ګناه کړې ده، خو مونږ به نوره ګناه نۀ کوُو“؟</verse>
				<verse number="32">يا، ”ما چې کومه بدعملى کړې وى نو هغه ما ته وښايه، کۀ ما غلطى کړې وى، نو فوراً به يې پرېږدم“؟</verse>
				<verse number="33">خُدائ پاک به ستا د خوښې دپاره خپل اِنصاف پرېږدى؟ خو تا هغه رد کړے دے. دا زما نه بلکې ستا فېصله ده، مونږ ته اوس ووايه چې ستا خيال څۀ دے؟</verse>
				<verse number="34">چې څوک پوهه لرى نو هغوئ به ما ته ووائى، او هغه عقلمند چې ما ته غوږ ږدى نو هغوئ به ووائى،</verse>
				<verse number="35">”ايُوب د جهالت خبرې کوى، د هغۀ خبرې د کم عقلتوب نه ډکې دى.“</verse>
				<verse number="36">ايُوب دې عدالت ته راوستلے شى او غټى نه غټه سزا دې ورکړے شى، ځکه چې هغه د بدعمله سړى په شان خبرې کوى.</verse>
				<verse number="37">ځکه چې هغه د سرکشۍ سره ګناه کوى، هغه ګستاخ دے، او هغه د خُدائ پاک خِلاف ډېرې خبرې کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="35">
				<verse number="1">اليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل،</verse>
				<verse number="2">”ستا په خيال دا دعوىٰ به صحيح وى، چې تۀ وائى چې د خُدائ پاک په نظر کښې زۀ صادق يم،</verse>
				<verse number="3">خو تۀ بيا هم د هغۀ نه تپوس کوې چې په دې کښې زما څۀ ګټه ده، او د ګناه د نۀ کولو په وجه ما ته څۀ فائده مِلاو شوې ده؟</verse>
				<verse number="4">زۀ به تا او ستا ملګرو له جواب درکړم.</verse>
				<verse number="5">آسمان ته نظر وکړه او وګوره، هغه وريځې وګوره، کومې چې ستا نه اوچتې دى.</verse>
				<verse number="6">کۀ تا ګناه کړې وى، نو په خُدائ پاک باندې څۀ اثر پرېوځى؟ او کۀ تۀ بار بار غلطيانې کوې، نو تۀ به د هغۀ څۀ وکړې؟</verse>
				<verse number="7">کۀ تۀ صادق يې، نو دې نه هغۀ ته څۀ فائده ده؟ خُدائ پاک ته ستا د يو څيز ضرورت هم نشته.</verse>
				<verse number="8">ستا بدعملى صرف ستا په شان بنى آدم باندې اثر کوى، او ستا ښۀ عمل هم صرف په نورو بنيادمو اثر کوى.</verse>
				<verse number="9">د ظلمونو د زياتېدو په وجه خلق فرياد کوى، او د زورَورو د ظلم په وجه د مدد دپاره چغې وهى.</verse>
				<verse number="10">خو هيڅ څوک دا نۀ وائى چې خُدائ پاک زما پېدا کوونکے چرته دے؟ څوک چې د غم په وخت هم په خولۀ باندې سرودونه راولى،</verse>
				<verse number="11">هغه مونږ ته د دُنيا د ځناورو نه زياته ښودنه کوى، او مونږ د هوا د مارغانو نه زيات هوښياروى؟</verse>
				<verse number="12">چې کله بدعمله فرياد کوى، نو خُدائ پاک د هغوئ د غرور په وجه جواب نۀ ورکوى.</verse>
				<verse number="13">په حقيقت کښې خُدائ پاک بې‌مقصده فرياد نۀ اورى، او نۀ قادر خُدائ دې ته څۀ توجو ورکوى.</verse>
				<verse number="14">تاسو وايئ چې تاسو خُدائ پاک نۀ وينئ، خو کۀ تاسو لږ صبر وکړئ نو هغه به د اِنصاف نه کار واخلى.</verse>
				<verse number="15">تاسو وايئ چې خُدائ پاک په غصه کښې سزا نۀ ورکوى، او د بدعملۍ پرواه نۀ ساتى.</verse>
				<verse number="16">ايُوبه، تۀ فضول خبرې کوې، او لکه د يو بې‌وقوف په شان خبرې کوې.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="36">
				<verse number="1">اليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل،</verse>
				<verse number="2">”ما ته لږ صبر وکړئ، نو زۀ به تاسو ته حقيقت وښايم، ځکه چې زۀ د خُدائ پاک په صفايئ کښې څۀ وئيل غواړم.</verse>
				<verse number="3">زۀ به د خپل ډېر عِلم نه کار واخلم، چې دا ثابت کړم چې زما خالِق د اِنصاف مالِک دے.</verse>
				<verse number="4">په حقيقت کښې زما خبرې غلطې نۀ دى، څوک چې ستا په وړاندې ولاړ دے هغه د اُستاذانو اُستاذ دے.</verse>
				<verse number="5">خُدائ پاک بې‌شکه لوئ دے او د هيچا نه نفرت نۀ کوى، داسې يو عِلم هم نشته چې هغه يې نۀ لرى.</verse>
				<verse number="6">هغه بدعمله خلق ژوندى نۀ پرېږدى، خو مظلومانو له خپل حق ورکوى.</verse>
				<verse number="7">هغه د صادقانو حفاظت کوى، او د بادشاهانو سره يې په تخت کښېنوى او د تل دپاره عزت ورکوى.</verse>
				<verse number="8">خو کۀ خلق په زنځيرونو کښې تړلے شوى وى او د ظلم په تارونو کښې ګېر شوى وى،</verse>
				<verse number="9">نو هغه ورته د هغوئ خپل عمل ښائى، او هغه غلطيانې ورته ښائى، چې کومې هغوئ په فخر سره کولې.</verse>
				<verse number="10">هغه اصُولو ته يې پام راګرځوى، او حُکم ورکوى چې د بدو نه توبه وباسى.</verse>
				<verse number="11">کۀ هغوئ ورته توجو ورکړى او د هغۀ خِدمت وکړى، نو هغوئ به په مالدارۍ کښې خپلې ورځې پوره کړى، او په خوشحالۍ کښې به خپل کالونه پوره کړى.</verse>
				<verse number="12">خو کۀ هغوئ دې ته توجو ورنۀ کړى، نو هغوئ به په جهالت کښې هلاک شى او د خاورو د لاندې به شى.</verse>
				<verse number="13">کوم خلق چې د خُدائ پاک نه منکر وى او هر وخت په غصه کښې وى، چې کله هغوئ ته سزا هم ملاويږى نو هغوئ د مدد دپاره دُعا نۀ کوى.</verse>
				<verse number="14">هغوئ په ځوانۍ کښې مړۀ شى، او د هغوئ ژوند په زناکارۍ کښې ختم شى.</verse>
				<verse number="15">خو هغه مظلومان د ظلم نه بچ کوى، او د مصيبتونو په وخت کښې ورته خپل ځان څرګندوى.</verse>
				<verse number="16">ايُوبه، خُدائ پاک دې تا د خطرې نه وباسى، او هغه ځائ ته دې بوځى چرته چې غم نۀ وى. هغه ستا په دسترخوان باندې ښۀ ښۀ خوراکونه کېښودل.</verse>
				<verse number="17">خو د نورو بدعملو په شان به پوره سزا تا ته ملاويږى، تۀ په عدالت او اِنصاف کښې راګېر يې.</verse>
				<verse number="18">خبردار چې رشوت دې دوکه نۀ کړى، او دولت دې بې‌لارې نۀ کړى.</verse>
				<verse number="19">ستا دولت او ستا طاقت ټول به تا د تکليف نه بچ کړى څۀ؟</verse>
				<verse number="20">د شپې د راتلو خواهش مۀ کوه، د هغه وخت چې کله قومونه تباه کيږى.</verse>
				<verse number="21">خبردار، چې د بدعملۍ طرف ته وانۀ وړې، خُدائ پاک ځکه په تکليف کړے يې چې په بدعملۍ کښې آخته نۀ شې.</verse>
				<verse number="22">ياد ساته چې د خُدائ پاک طاقت څومره لوئ دے، او هغه د ټولو نه عظيم اُستاذ دے.</verse>
				<verse number="23">هيڅوک خُدائ پاک ته دا نۀ شى وئيلے چې هغه به څۀ کوى، او څوک ورته وئيلے شى چې تا غلط کار کړے دے؟</verse>
				<verse number="24">څۀ چې هغه کوى په هغې تل د هغۀ تعريف کيږى. تۀ هم د هغۀ ثناء صِفت کوه.</verse>
				<verse number="25">ټولو خلقو دې ته کتلى دى، هر يو کس د لرې نه دې ته ګورى.</verse>
				<verse number="26">بې‌شکه خُدائ پاک لوئ دے او مونږ د هغۀ د لويئ اندازه هم نۀ شُو لګولے، د هغۀ د کالونو شمېر نشته.</verse>
				<verse number="27">ځکه چې هغه نمى اوچتوى، او په باران يې بدلوى،</verse>
				<verse number="28">هغه وريځې جوړوى او په هر چا باران راوروى.</verse>
				<verse number="29">څوک د وريځو په خورېدو باندې پوهيږى، او د آسمان په تندر باندې پوهيږى څۀ؟</verse>
				<verse number="30">ګوره، هغه په آسمان کښې برېښنا راولى خو د سمندر بېخ کښې تيارۀ وى.</verse>
				<verse number="31">ځکه چې د دې په ذريعه هغه په خلقو حکومت کوى، او هغه خلقو له بې‌حسابه خوراک ورکوى.</verse>
				<verse number="32">هغه برېښنا په خپلو لاسونو کښې ساتى، او حُکم ورکوى چې نښه وولى.</verse>
				<verse number="33">د هغۀ د تندر آواز داسې وائى، چې هغه غېرتى دے او د ګناه خِلاف غصه لرى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="37">
				<verse number="1">په دې باندې هم زما زړۀ درزيږى، او ټوپونه وهى.</verse>
				<verse number="2">واورئ، واورئ، د خُدائ پاک د تندر آواز واورئ او د غړمبا آواز واورئ چې د هغۀ د خولې نه راځى.</verse>
				<verse number="3">د ټول آسمان لاندې هغه دا پړق وهى، او د هغۀ رڼا د دُنيا ګوټونو ته رسيږى.</verse>
				<verse number="4">بيا د هغۀ آواز شور جوړ کړى، او د هغۀ د تندر آوازونه د شان او شوکت سره راشى، کله چې د هغۀ آواز واورېدے شى نو هغه رڼاګانې نۀ ايساروى.</verse>
				<verse number="5">خُدائ پاک د خپل آواز سره زبردست تندر راولى، هغه داسې لوئ کارونه کوى چې مونږ پرې نۀ پوهيږو.</verse>
				<verse number="6">ځکه چې هغه واورې ته وائى چې په زمکه وورېږه، او باران ته وائى چې وورېږه،</verse>
				<verse number="7">نو هر يو کس خپل کار بس کړى چې د هغۀ طاقت وګورى.</verse>
				<verse number="8">بيا ځنګلى ځناور خپلو پناه ګاهو ته لاړ شى او په خپلو غارونو کښې پاتې شى.</verse>
				<verse number="9">د جنوب طرف نه طوفانى هوا راځى، او د شمال طرف نه د سختې هوا نه يخنى راځى.</verse>
				<verse number="10">د خُدائ پاک ساه د اوبو نه واوره جوړوى، او ډېرې اوبۀ په واوره باندې بدلې شى.</verse>
				<verse number="11">هغه وريځ د نمۍ نه ډکوى، او په وريځو کښې برېښنا پړقوى،</verse>
				<verse number="12">کله چې دا د خُدائ پاک په مرضۍ چليږى نو دا په ټوله دُنيا کښې د خُدائ پاک هر يو حُکم پوره کوى،</verse>
				<verse number="13">هغه دا کارونه ځکه کوى چې خلقو ته په کښې تکليف مِلاو شى يا کۀ نۀ ختمېدونکې مينه ورته ښائى.</verse>
				<verse number="14">اے ايُوبه، دا واوره، ودرېږه او د خُدائ پاک په دې عجيبه عجيبه کارونو باندې سوچ وکړه.</verse>
				<verse number="15">تا ته پته شته څۀ چې هغه طوفان څنګه قابو کوى، او د خپلې وريځې نه رڼا څنګه پړقوى؟</verse>
				<verse number="16">تا ته پته شته چې وريځې په آسمان کښې څنګه روانې وى، دا د هغه چا عجيبه کارونه دى چې عِلم يې پوره دے،</verse>
				<verse number="17">کله چې تاسو په خپلو جامو کښې سوزئ او د جنوب طرف ته هوا بنده شى او يو څيز هم نۀ خوځيږى؟</verse>
				<verse number="18">هغه په آسمانونو کښې سترګې برېښوونکې رڼا ځلوى. ولې تاسو هغه شان کولے شئ؟</verse>
				<verse number="19">مونږ ته ووايئ چې هغۀ ته څۀ ووايو، زمونږ دماغ کار نۀ کوى چې خپله خبره بيان کړُو.</verse>
				<verse number="20">خُدائ پاک دې خبر شى څۀ چې زۀ خبرې کول غواړم، زۀ داسې ولې وکړم چې د دې په وجه مې تباه کړى؟</verse>
				<verse number="21">په هغه وخت کښې رڼا ته هيڅ څوک نۀ شى کتلے کله چې دا په آسمان کښې تکه سپينه وى، په کوم وخت کښې چې هوا وريځ بوځى.</verse>
				<verse number="22">د شمال په طرف د سرو زرو جلوه ښکارى، د خُدائ پاک نه ګېرچاپېره لوئى، شان او شوکت تاو دے.</verse>
				<verse number="23">مونږ د قادر مطلق خُدائ د طاقت تصور نۀ شُو کولے، خو هغه بيا هم د اِنصاف والا او صادق دے، هغه مونږ نۀ تباه کوى.</verse>
				<verse number="24">نو په دې وجه بنى آدم د هغۀ نه يريږى، او څوک چې ځان هوښيار ګڼى نو هغه يې پرواه نۀ کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="38">
				<verse number="1">نو مالِک خُدائ د طوفان نه ايُوب له جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="2">”هغه څوک دے چې بغېر د څۀ پوهې نه زما د عقل په حقله تپوسونه کوى؟</verse>
				<verse number="3">نو اوس ټينګ شه، او زما د سوال جواب راکړه.</verse>
				<verse number="4">کله چې ما د زمکې بنياد کېښودو نو تۀ چرته وې؟ کۀ تا ته دومره پته وى نو ما ته ووايه.</verse>
				<verse number="5">چې دا به څومره غټ وى د دې پته چا لګولى ده؟ او په دې چا د ناپ کرښه راښکلې ده؟</verse>
				<verse number="6">د دې بنيادونه په څۀ باندې ودرېدل، او د دې د ګوټ کاڼے چا کېښودو؟</verse>
				<verse number="7">چې کله د سحر ستورو په يو ځائ سندرې وئيلې او ټولو فرښتو د خوشحالۍ نه چغې وهلې.</verse>
				<verse number="8">کله چې سمندر زمکې ته راخلاص شو، نو دا چا قابو کړو؟</verse>
				<verse number="9">کله چې ما وريځ د دې لِباس جوړ کړو، او دا ما په تکه توره تيارۀ کښې راونغښتلو،</verse>
				<verse number="10">او د دې دپاره مې حدونه جوړ کړل، او را ايسار مې کړو چې د حد نه وانۀ وړى،</verse>
				<verse number="11">او ورته مې ووئيل چې د دې نه وړاندې به نۀ راځې، او ستا زورَورې چپې دې دلته ايسارې شى.</verse>
				<verse number="12">تا کله حُکم کړے دے چې سحر دې شى، او نمر ته دې وئيلى دى چې د نمرخاتۀ طرف نه راوخېژى؟</verse>
				<verse number="13">تا سحر له حُکم ورکړے دے چې په زمکه خور شى، او چې د شپې بدعملى ختمه کړى؟</verse>
				<verse number="14">او بيا زمکه د رڼا د وجې صفا ښکارى، او رنګ يې د رنګدارو جامو په شان شى.</verse>
				<verse number="15">رڼا د بدعمله خلقو کارونه بندوى، او هغوئ نور ظلم زياتے نۀ شى کولے.</verse>
				<verse number="16">تا هغه چينې ليدلې دى چې سمندر ترې نه جوړيږى، يا تا د دې ډوبوالے معلوم کړے دے؟</verse>
				<verse number="17">د مرګ دروازه تا ته ښکاره شوې ده څۀ؟ يا تا د تکې تورې تيارې دروازې ليدلې دى څۀ؟</verse>
				<verse number="18">تۀ د دُنيا په لوئ والى پوهه شوے يې څۀ؟ کۀ د دې نه خبر يې نو ما ته ووايه.</verse>
				<verse number="19">رڼا د کوم ځائ نه راځى، او د تيارې ځائ چرته دے،</verse>
				<verse number="20">تۀ دا هر يو خپل خپل کور ته بوتلے شې څۀ؟ تا ته پته شته چې هغې ته کومه لار تلې ده؟</verse>
				<verse number="21">خو تۀ خو به د دې هر څۀ نه خبر يې کنه؟ ځکه چې د دې پېدا کېدو نه وړاندې تۀ موجود وې، او تۀ د ډېرې مودې يې.</verse>
				<verse number="22">تۀ د واورې ګودامونو ته ننوتلے يې څۀ، يا تا د ږلۍ ګودامونه ليدلى دى څۀ؟</verse>
				<verse number="23">هغه چې ما د مصيبت د وخت دپاره ساتلى دى، او د جنګ جګړې دپاره مې ساتلى دى؟</verse>
				<verse number="24">هغه ځائ ته تلے يې څۀ چرته چې نمر راخېژى، او د کوم ځائ نه چې د نمرخاتۀ هوا لګى؟</verse>
				<verse number="25">د دروند باران لارې چا جوړې کړې دى، او د تندر د برېښنا دپاره يې لار صفا کړې ده،</verse>
				<verse number="26">په هغه مُلک باندې څوک باران راولى چرته چې هيڅ څوک نۀ اوسيږى، په هغه صحرا باندې، چې هغه د بنيادمو نه خالى وى،</verse>
				<verse number="27">چې هغه تږې او اوچه زمکه اوبۀ کړى، او چې په هغه زمکه باندې واښۀ راشنۀ کړى؟</verse>
				<verse number="28">ولې د باران پلار شته څۀ، يا پرخه چا پېدا کړې ده؟</verse>
				<verse number="29">د واورې مور څوک ده؟ او د آسمان يخ له ژوند څوک ورکوى،</verse>
				<verse number="30">کومه چې اوبۀ د کاڼى په شان سختې کړى، او د سمندر مخ کلک کړى؟</verse>
				<verse number="31">تۀ عقدِ ثُريا ستورو ته لار ښودلے شې، يا جبار ستورے په مينځ بېلولے شې څۀ؟</verse>
				<verse number="32">ولې تۀ منطقتُ البُروج ستورو ته خپل موسمونه ښودلے شې، يا تۀ بناتُ النعش ستورى ته سره د هغې د بچو لار ښودلے شې؟</verse>
				<verse number="33">تۀ د آسمان په قانون پوهېږې څۀ؟ يا تۀ د هغوئ قانون په زمکه باندې قائمولے شې څۀ؟</verse>
				<verse number="34">ولې تۀ خپل آواز وريځو ته رسولے شې څۀ، د دې دپاره چې باران ووروى؟</verse>
				<verse number="35">تۀ برېښنا ځلولے شې څۀ؟ يا دا پخپله مرضۍ باندې راغورزولے شې څۀ؟</verse>
				<verse number="36">خبره په زړۀ کښې چا اچولې ده، او دماغو له پوهه چا ورکړې ده؟</verse>
				<verse number="37">داسې هوښيار شته چې وريځې وشمېرى؟ يا د آسمان نه باران ورولے شى داسې لکه چې د منګى نه اوبۀ توئ کړے شى،</verse>
				<verse number="38">په هغه اوچه زمکه باندې چې د خاورې نه يې لوټې جوړې شوې وى؟</verse>
				<verse number="39">ولې تۀ د ازمرى دپاره ښکار کولے شې، او د وړو زمرو لوږه پوره کولے شې،</verse>
				<verse number="40">کله چې هغه په خپلو غارونو کښې پټ وى، يا په بوټو کښې د ښکار په اِنتظار ناست وى؟</verse>
				<verse number="41">کارغانو دپاره د خوراک بندوبست څوک کوى، کله چې د هغوئ بچى خُدائ پاک ته ژړا کوى، او د خوراک د نشتوالى په وجه سرګردانه ګرځى؟</verse>
			</chapter>
			<chapter number="39">
				<verse number="1">تا ته پته شته چې کله د غرۀ چېلۍ بچى راوړى؟ ولې تۀ پرې نظر ساتې چې کله هوسۍ بچى راوړى؟</verse>
				<verse number="2">ولې تا ته پته شته چې دا بچى څو مياشتې د هغوئ په ګېډه وى؟ او تا ته د هغه وخت پته شته څۀ چې دا به کله پېدا شى</verse>
				<verse number="3">کله چې هغوئ د اولاد د پېدا کېدو دپاره کښېنى، او د هغوئ بچى پېدا شى؟</verse>
				<verse number="4">د هغوئ بچى تکړه شى او په ځنګل کښې لوئيږى، هغوئ ترې نه لاړ شى او واپس ورله نۀ راځى.</verse>
				<verse number="5">ځنګلى خرونه چا پرېښې دى چې خوشى لاړ شى؟ دا چا آزاد پرېښى دى چې ګرځى راګرځى؟</verse>
				<verse number="6">ما دا په صحرا کښې پرېښى دى، او د مالګې مُلک مې ورکړے دے چې په کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="7">هغه د ښار د شور نه نفرت کوى، او خرکار ورسره نشته چې په دې باندې آواز وکړى.</verse>
				<verse number="8">دا غرونو ته ځى چې دا يې د څرن زمکه شى، او هر يو شين بوټے د خوراک دپاره لټوى.</verse>
				<verse number="9">ولې ځنګلى غوَيے به تا پرېږدى چې کار ترېنه واخلى؟ هغه به ستا په اخور کښې شپه تېره کړى څۀ؟</verse>
				<verse number="10">ولې تۀ يو ځنګلى غوَيے د يوې دپاره تړلے شې؟ دا به ستا دپاره يو پټے يوه کړى څۀ؟</verse>
				<verse number="11">ولې تۀ د هغې لوئ طاقت باندې اعتبار کولے شې چې هغه به ستا مدد وکړى؟ تۀ په دې باندې دا يقين کولے شې څۀ چې دا به ستا دپاره کار وکړى؟</verse>
				<verse number="12">تۀ په دې يقين کوې چې دا به واپس راشى، او ستا درمند ته به ګېډى راوړى؟</verse>
				<verse number="13">د شتر‌مرغ وزر ښائسته کولاو خوريږى، خو دا د زاڼې د وزرو برابر کېدے خو نۀ شى.</verse>
				<verse number="14">شتر‌مرغ خپلې هګۍ د دې دپاره په زمکه پرېږدى، چې ګرمى شى،</verse>
				<verse number="15">دا فکر نۀ کوى چې د څۀ پښې لاندې به راشى، او چې يو ځنګلى ځناور به يې ذرې ذرې کړى.</verse>
				<verse number="16">دا په خپل بچى باندې داسې ظلم کوى، چې ګنې دا يې خپل نۀ وى، او کۀ مرى نو پرواه يې نۀ ساتى،</verse>
				<verse number="17">ځکه چې خُدائ پاک د هغې نه عقل اخستے دے، او هيڅ پوهه يې نۀ ده ورکړې.</verse>
				<verse number="18">خو کله چې پاڅى او منډه کړى، نو بيا څوک چې په آس ناست هم وى د دې نه مخکښې کېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="19">ولې آس له طاقت تا ورکړے دے؟ د هغۀ په څټ باندې وېښتۀ تا پېدا کړى دى؟</verse>
				<verse number="20">د قحطۍ مُولخانو په شان د دې ټوپ تا جوړ کړے دے؟ او يا د دې هغه د رُعب والا آوازونه تا جوړ کړى دى څۀ چې خلق يروى؟</verse>
				<verse number="21">دا په پښه باندې زمکه ټکوى او په خپل طاقت په هغه وخت خوشحاليږى چې د جنګ دپاره ولېږلے شى.</verse>
				<verse number="22">دا يرې پورې خندا کوى او نۀ بې‌حوصلې کيږى، او د تُورې نه نۀ شاته کيږى.</verse>
				<verse number="23">په دې باندې سورلۍ سره د غشو تيلۍ ځلېدونکې نېزه او وړه نېزه هم آواز پېدا کوى.</verse>
				<verse number="24">د جوش او د غصې د وجې دا په تېزۍ سره ځى، دا د بيګل د غږېدو پورې صبر نۀ شى کولے.</verse>
				<verse number="25">کله چې بيګل وغږيږى نو آس يو هڼ آواز وکړى. د لرې ځائ نه هغۀ له د جنګ بوئ ورځى، د جنګى مشرانو د تندر په شان آواز او چغې اورى.</verse>
				<verse number="26">ولې باښه ستا د عقل په وجه الوځى، چې خپل وزر خوارۀ کړى او د جنوب طرف ته والوځى؟</verse>
				<verse number="27">باز ستا په حُکم بره خېژى او په اوچت ځائ خپله جاله جوړوى؟</verse>
				<verse number="28">دا په اوچت ګټ باندې اوسيږى او خپل کور جوړوى او د ګټ په سر باندې په يو محفوظ ځائ کښې شپه تېروى.</verse>
				<verse number="29">د هغه ځائ نه يې په ښکار باندې نظر وى، او د هغۀ سترګې ښکار د لرې ځائ نه وينى.</verse>
				<verse number="30">د دې بچى وينه څښى، او چې په کوم ځائ کښې مرداره وى، نو هغه په هغه ځائ کښې حاضر وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="40">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ ايُوب ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“</verse>
				<verse number="3">بيا ايُوب مالِک خُدائ له جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="4">”ګوره، زۀ هيڅ هم نۀ يم، زۀ به تا له څۀ جواب درکړم؟ زۀ په خپله خولۀ باندې لاس ږدم.</verse>
				<verse number="5">ما ډېر څۀ وئيلى دى، نور زۀ څۀ نۀ وايم.“</verse>
				<verse number="6">بيا مالِک خُدائ د طوفان نه ايُوب له جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="7">”نو اوس ورته ټينګ شه، زۀ به ستا نه تپوس وکړم او تۀ به ما له جواب راکړې.</verse>
				<verse number="8">ولې تۀ د دې ثابِتولو کوشش کوې چې زۀ بې‌اِنصافه يم، او ما غلط وګڼې او خپل ځان ته صحيح ووائې؟</verse>
				<verse number="9">تۀ د خُدائ پاک په شان تکړه يې څۀ، ستا آواز د هغۀ د تندر د آواز په شان کېدے شى؟</verse>
				<verse number="10">کۀ داسې وى نو په رُعب داب او شان و شوکت سره خپل ځان سنګار کړه، د عزت او درناوى په جامو باندې خپل ځان پټ کړه.</verse>
				<verse number="11">خپل ځان په قهر کړه، هر يو مغرور سړى ته ګوره او هغه سپک کړه،</verse>
				<verse number="12">ټولو مغروره خلقو ته وګوره او هغوئ عاجزان کړه، او بدعمله خلق ټک سره ووژنه.</verse>
				<verse number="13">هغوئ ټول په خاورو کښې ښخ کړه، او هغوئ قبر کښې قېد کړه.</verse>
				<verse number="14">نو زۀ به دې هم صِفت وکړم، ځکه چې خپل طاقت تا بچ کولے شى.</verse>
				<verse number="15">دريابى مېښې ته وګوره، چې هغه مې هم هغه شان جوړه کړې ده لکه څنګه مې چې تۀ جوړ کړے يې، دا د يو غوَيى په شان واښۀ خورى.</verse>
				<verse number="16">د هغې طاقت د هغې په بدن کښې دے، او د هغې طاقت د هغې د خېټې په پټو کښې دے.</verse>
				<verse number="17">د هغې لکۍ لکه د دِيار د ونې په شان سخته ده، د هغې د پتُون پټې خپلو کښې غوټه شوې دى.</verse>
				<verse number="18">د دې هډوکى د زېړو نلکې دى، د هغې هډوکى د اوسپنې سيخونه دى.</verse>
				<verse number="19">دا د خُدائ پاک د کارنامو يو لوئ کار دے، او صرف د دې خالِق په دې باندې قابو موندلے شى.</verse>
				<verse number="20">ځکه چې غرونه د دې دپاره خوراک پېدا کوى چرته چې ټول ځنګلى ځناور لوبې کوى.</verse>
				<verse number="21">دا په اوبو کښې د نيلوفر بوټو لاندې پراتۀ وى او د لوخې په ډنډونو کښې پټ وى.</verse>
				<verse number="22">د نيلوفر بوټى ورباندې سورے کوى، او د نِهر د غاړې د وَلو ونې د دې نه ګېرچاپېره تاو وى.</verse>
				<verse number="23">کۀ سيند په موج کښې وى، نو دا نۀ يريږى، د اُردن سيند کۀ تر خولې پورې هم ډک وى نو دا نۀ يريږى.</verse>
				<verse number="24">څوک دا د کُنډو سره راوچتولے شى، يا يې څوک په پوزه کښې د قابو کولو دپاره پېزوان اچولے شى؟</verse>
			</chapter>
			<chapter number="41">
				<verse number="1">سمندرى بلاګانې تۀ د کُنډې سره راويستلے شې، يا د دې ژبه د پړى سره تړلے شې څۀ؟</verse>
				<verse number="2">ولې تۀ دې ته پېزوان اچولے شې، يا يې په ژامنه کښې کُنډه اچولے شې؟</verse>
				<verse number="3">ولې دا به د رحم دپاره تا ته ډېر مِنتُونه وکړى؟ يا به نرمې خبرې درته وکړى؟</verse>
				<verse number="4">دا به تا سره يو لوظ وکړى څۀ چې ټول عُمر به ستا غلام وى؟</verse>
				<verse number="5">ولې تۀ به دا د يو مارغۀ په شان وساتې څۀ، يا تۀ به دا وتړې څۀ دپاره د دې چې ستا وينځې ورسره لوبې وکړى؟</verse>
				<verse number="6">ولې سوداګر به د دې سودا وکړى؟ چې په بازار کښې يې خرڅ کړى؟</verse>
				<verse number="7">ولې د هغې په څرمن باندې غشى څۀ اثر کوى، او د دې سر د نېزو سره غوڅولے شې؟</verse>
				<verse number="8">کۀ تۀ خپل لاس د دې سره ولګوې، نو د جنګ په مزه به پوهه شې، او بيا به هيڅکله داسې نۀ کوې.</verse>
				<verse number="9">نه، د دې نيول څۀ فائده نۀ کوى، او کوم ښکارى چې د دې د نيولو کوشش کوى نو هغه به راوغورزولے شى.</verse>
				<verse number="10">هيڅ څوک هم دا جرأت نۀ شى کولے چې کار ورسره وساتى. او د دې په وړاندې څوک ټېنګېدے شى؟</verse>
				<verse number="11">چا ما له څۀ راکړى دى چې زۀ بدله ورکړم؟ د آسمان نه لاندې هر څۀ زما دى؟</verse>
				<verse number="12">زۀ به د دې د بدن د اندامونو په حقله خاموشى نۀ اختياروم، يا د دې د لوئ طاقت او د دې د ښۀ بدن په حقله به وايم.</verse>
				<verse number="13">د دې نه څرمن څوک ويستے شى؟ د دې ډکه څرمن څوک سورے کولے شى؟</verse>
				<verse number="14">د دې د خولې ژامنې څوک کولاولے شى؟ ځکه چې د دې غاښونه خلق يروى.</verse>
				<verse number="15">د دې ملا د ډالونو قطارونو نه جوړه ده، دا د يو بل سره کلک انښلى.</verse>
				<verse number="16">د يو بل سره دومره نزدې دى، چې د دې په مينځ کښې هوا هم نۀ شى تېرېدلے.</verse>
				<verse number="17">دا د يو بل سره تړلى شوى دى، دې يو بل نيولے دے او د يو بل نه نۀ جدا کيږى.</verse>
				<verse number="18">د دې انټوشى لکه د رڼا پړق وى، او د دې سترګې د سحر د سوروالى په شان دى.</verse>
				<verse number="19">د دې خولې نه د ډيوو شُغلې ځى، او د اور ذرې ترې نه راوځى.</verse>
				<verse number="20">د دې د پوزې نه لوګے راوځى، لکه چې د پتيلې لاندې د بلو لوخو لوګے وى.</verse>
				<verse number="21">د دې ساه سکارۀ بلوى، او د دې خولې نه يوه لمبه راوځى.</verse>
				<verse number="22">د دې څټ مضبوط دے، او چې چرته هم ځى نو هلته يره راځى.</verse>
				<verse number="23">د دې د غوښې موړې د يوې بلې سره انښتې دى، دا مضبوطې جوړې دى او نۀ خوځيږى.</verse>
				<verse number="24">د دې زړۀ د کاڼى په شان سخت دے، لکه د ژرندې د کاڼى په شان سخت دے.</verse>
				<verse number="25">کله چې دا په خپله پاڅى نو طاقتور خلق ويريږى، او يرې نه وتښتى.</verse>
				<verse number="26">داسې تُوره نشته چې زخمى يې کړى، نۀ پرې نېزه، نۀ غشے او نۀ ورباندې نرۍ نېزه څۀ اثر کوى.</verse>
				<verse number="27">دا اوسپنه د بوسو په شان ګڼى، او زېړ د ورَستو شوو لرګو په شان ګڼى.</verse>
				<verse number="28">غشى دا نۀ شى شړلے، او د ليندې کاڼى خو ورته ګپ ښکارى.</verse>
				<verse number="29">لَوړ د بوسو په شان ګڼى، او د نرو نېزو په راويستلو پورې دا خندا کوى.</verse>
				<verse number="30">د دې خېټه د تېرو ماتو شوو شيشو په شان ده، دا په خټه باندې داسې نښه پرېږدى لکه چې په مېخونو سورے شوے وى.</verse>
				<verse number="31">دا سمندر د يشېدلو اوبو په شان خوځوى، او دا سمندر داسې شاربى لکه شُملې.</verse>
				<verse number="32">دا د خپل ځان شا ته يو پړقېدونکې کرښه پرېږدى، او سمندر تک سپين کړى</verse>
				<verse number="33">په زمکه باندې د دې ثانى نشته، دا يو داسې مخلوق دے چې نۀ يريږى.</verse>
				<verse number="34">دا په ټولو کښې ډېر مغرور دے، دا د ټولو ځناورو بادشاه دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="42">
				<verse number="1">بيا ايُوب مالِک خُدائ له جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="2">”ما ته پته ده چې تۀ هر څۀ کولے شې، او تا د خپل کار نه هيڅ څوک نۀ شى ايسارولے.</verse>
				<verse number="3">تا وفرمائيل چې، ”هغه څوک دے چې زما په حِکمت باندې د ناپوهۍ سره شک کوى؟“ هغه زۀ يم، ما د داسې څيزونو خبره کوله چې ما ته يې هيڅ پته نۀ وه، او هغه خبرې زما دپاره ډېرې عجيبه او لوئې وې.</verse>
				<verse number="4">تا وفرمائيل چې، ”ما ته غوږ ونيسه او زۀ به وايم، زۀ به تپوس کوم او تۀ به ما له جواب راکوې.“</verse>
				<verse number="5">ما مخکښې صرف ستا په حقله اورېدلى دى، خو اوس مې په خپلو سترګو وليدلې.</verse>
				<verse number="6">نو ما چې څۀ وئيلى دى نو په هغې شرمنده يم، او په خاورو او ايرو کښې توبه وباسم.“</verse>
				<verse number="7">کله چې مالِک خُدائ د ايُوب سره دا خبرې وکړې، نو مالِک خُدائ تيمانى اليفز ته وفرمائيل، ”زۀ تا او ستا دوو ملګرو ته سخت غصه يم، ځکه چې تاسو زما هغه خبره نۀ ده کړې چې کومه صحيح ده، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى ايُوب کړې ده.</verse>
				<verse number="8">نو په دې وجه اوس اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان بوځه او زما خِدمت کوونکى ايُوب له ورشه او د خپل ځان دپاره دا د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړه، نو زما خِدمت کوونکے ايُوب به ستا دپاره دُعا وکړى، ځکه چې زۀ به د هغۀ دُعا قبلوم او ستاسو د کم عقلتوب په مطابق کار به درسره نۀ کوم، ځکه چې تاسو زما هغه خبره نۀ ده کړې چې کومه صحيح ده، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى ايُوب کړې ده.“</verse>
				<verse number="9">نو تيمانى اليفز، شوحى بِلداد او نعماتى ضوفر لاړل او چې مالِک خُدائ څنګه فرمائيلى وُو هم هغه شان يې وکړل، او مالِک خُدائ د ايُوب دُعا قبوله کړه.</verse>
				<verse number="10">نو کله چې ايُوب د خپلو ملګرو دپاره دُعا وکړه نو خُدائ پاک هغۀ له بيا برکت ورکړو، او چې ايُوب مخکښې څۀ لرل نو مالِک خُدائ هغۀ له د هغې يو په دوه نور هم زيات ورکړل.</verse>
				<verse number="11">نو هلته هغۀ له د هغۀ ټول وروڼه خوېندې او ټول پخوانى خپل پردى راغلل او هغوئ د هغۀ په کور کښې روټۍ وخوړه. او هغوئ ورته مينه ښکاره کړه او د هغه تکليفونو په وجه يې هغۀ له تسلى ورکړه چې مالِک خُدائ په هغۀ راوستى وُو. او هغوئ هر يو هغۀ له لږې پېسې او يوه د سرو زرو ګوتمه ورکړه.</verse>
				<verse number="12">نو مالِک خُدائ د ايُوب وروستنے عُمر د اول عُمر نه زيات برکتناک کړو، او د هغۀ څوارلس زره ګډې، شپږ زره اوښان، دوه زره غوَيى او يو زر خرۀ وُو.</verse>
				<verse number="13">د هغۀ اووۀ زامن او درې لوڼه هم وې.</verse>
				<verse number="14">هغۀ په وړومبۍ لور باندې يميمه، په دوېمه قصياه او په درېمه باندې قرن‌هپوک نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="15">او په هغه ټول مُلک کښې د ايُوب د لوڼو په شان ښائسته ښځې نۀ وې، خپل پلار هغوئ له د دوئ د وروڼو په شان ميراث ورکړو.</verse>
				<verse number="16">ايُوب د دې نه پس يو سل او څلوېښت کاله ژوندے وو او د څلورم نسل پورې خپل بچى او نمسى يې وليدل.</verse>
				<verse number="17">نو بيا ايُوب په پوخ عُمر کښې مړ شو.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="19">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">نو هغه بختور دے او بختور به وى څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى، په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى، د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.</verse>
				<verse number="2">خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى، شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.</verse>
				<verse number="3">نو هغه به د داسې ونې په مثال وى، کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى، مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى پاڼې يې تل شنې وى او په ‎ژوندون کښې کاميابه وى.</verse>
				<verse number="4">خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى، د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="5">نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى، ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.</verse>
				<verse number="6">بې‌شکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى، په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بې‌فائدې سازشونه کوى؟</verse>
				<verse number="2">د دُنيا بادشاهان راپورته شول او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.</verse>
				<verse number="3">”راځئ زنځيرونه به مات کړُو، د خُدائ د غلامۍ رسۍ به وغورزوُو.“</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ په هغوئ پورې خاندى، کوم چې آسمان کښې ناست دے هغه ورپورې ټوقې کوى.</verse>
				<verse number="5">نو بيا يې هغه په خپله غصه کښې رټى او په خپل قهر او غضب سره يې يروى.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ فرمائى، ”ما مقرر کړے دے په خپل مقدس غر، ما دے په صيون کښې خپل بادشاه کړو مقرر.“</verse>
				<verse number="7">زۀ بادشاه به د مالِک خُدائ د حُکم اِعلان وکړم، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.</verse>
				<verse number="8">زما نه وکړه سوال، زۀ به درکړم ټول قومونه، زۀ ميراث کښې تا له در به کړم د دُنيا ټول جائيدادونه.</verse>
				<verse number="9">د خاورين لوښى په شان به يې تۀ ډکرې کړې، هغوئ به تۀ په سيخ د اوسپنې ټوټې کړې.“</verse>
				<verse number="10">اے حکمرانانو هوښيار شئ، اے د دُنيا بادشاهانو خبردار شئ.</verse>
				<verse number="11">د يرې سره د مالِک خُدائ خِدمت کوئ، او په رپېدو سره د هغۀ خوشحالى کوئ.</verse>
				<verse number="12">د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ، نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ، هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه څومره ډېر دى دشمنان زما، څومره ډېر را‎پاڅېدلى دى خلاف زما.</verse>
				<verse number="2">ډېر زما په حقله داسې وائى، ”هغه به خُدائ پاک نۀ بچ کوى.“</verse>
				<verse number="3">تۀ خو زما ډال يې چې زما نه ګېرچاپېره يې، تۀ زما جلال يې، څوک چې زما سترګې اوچتوى، اے مالِکه خُدايه،</verse>
				<verse number="4">کله چې مالِک خُدائ ته په اوچت آواز ژړا کوم، خپل مقدس غر نه هغه ما ته جواب راکوى.</verse>
				<verse number="5">چې څملمه اودۀ شمه په حفاظت کښې پاڅم، ځکه چې زۀ د مالِک خُدائ د نظر لاندې يم.</verse>
				<verse number="6">يره ترې نه نۀ کوم هغوئ کۀ هر څومره ډېر وى کۀ زۀ په کښې د هرې خوا نه ګېر يم.</verse>
				<verse number="7">مالِکه خُدايه پاڅه، خُدايه ما ترې خلاص کړه، د دشمن مې ژامنې ماتې کړه، غاښونه د بدعملو مات کړه.</verse>
				<verse number="8">خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى. ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم، تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بې‌ګناه يم. زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره.</verse>
				<verse number="2">اے خلقو، ترڅو به تاسو زما پاکه جامه ښيرنه کړئ؟ ترڅو پورې به تاسو فضولياتو سره مينه کړئ؟ ترڅو پورې به تاسو په دروغو پسې ګرځئ؟</verse>
				<verse number="3">په دې باندې خبر شئ چې خپل خلق يې د خپل ځان دپاره د نورو خلقو نه جدا کړى دى، زما سوالونه قبلوى کله چې مالِک خُدائ ته ما کړى دى.</verse>
				<verse number="4">د غصې په وجه ګناه مۀ کوئ، چې خپلو کټونو له لاړ شئ فکر وکړئ او خاموش شئ.</verse>
				<verse number="5">خپلې د صداقت قربانۍ وړاندې کړئ او تل توکل په مالِک خُدائ کړئ.</verse>
				<verse number="6">ډېر خلق تپوس کوى، ”مونږ سره به څوک ښۀ وى؟ اے مالِکه خُدايه، خپله د مخ رڼا دې په مونږ وځلوه.“</verse>
				<verse number="7">تۀ به زما زړۀ د يو لوئې خوشحالۍ نه ډک کړې د هغوئ نه هم ډېر زيات څوک چې ډېر غنم او شراب لرى.</verse>
				<verse number="8">زۀ به په بې‌غمۍ سره اودۀ شم، يواځې تۀ اے مالِکه خُدايه، زما ژوند په حفاظت تېر کړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه زما خبرو ته غوږ شه، زما اسويلو ته توجو وکړه.</verse>
				<verse number="2">زما د ژړا آواز د مدد دپاره واوره، زۀ تا ته سوال کومه زما خُدايه، زما بادشاه.</verse>
				<verse number="3">زما واوره سحر کښې زۀ تا ته آواز کوم، هر سحر کښې زۀ تا ته درخواست کوم مالِکه خُدايه ستا په طمع اِنتظار کوم.</verse>
				<verse number="4">يو تۀ هغه خُدائ يې چې په بدو نۀ خوشحاليږى، بد کرداره به تا سره نۀ اوسيږى.</verse>
				<verse number="5">ستا په وړاندې مغرور خو ودرېدے نۀ شى، کوې کرکه د هغوئ نه چې بدکاره شى.</verse>
				<verse number="6">تۀ هغه تباه کوې، څوک چې دروغژن وى، مالِک خُدائ دوکه بازو او خونکارو نه کرکه کوى.</verse>
				<verse number="7">ستا د لوئ رحم په وجه به زۀ دننه شم ستا کور ته، ډېر په يره په سجده به شم ستا مقدس کور ته.</verse>
				<verse number="8">اے مالِکه خُدايه، په سبب زما د دشمنانو، په خپل صداقت سره دې زما رهنمائى وکړه، خپله نېغه لار دې ما ته راوښايه.</verse>
				<verse number="9">په خولۀ يې اعتبار نۀ وى زړونه يې د تباهۍ نه ډک دى. او په ژبه دروغ وائى او مرۍ يې کولاو قبر دے.</verse>
				<verse number="10">اے پاکه خُدايه هغوئ ګناهګار حساب کړه، هغوئ په خپلو دامونو کښې راګېر کړه. د ډېرو ګناهونو په وجه دوئ د خپل ځان نه وشړه، ځکه چې هغوئ ستا خلاف سرکشى کړې ده.</verse>
				<verse number="11">خو څوک چې ستا پناه واخلى هغوئ دې خوشحالى کوى، وائى سندرې تل تر تله بې‌غمۍ سره وى دې ستا امان کښې ستا امان دې وى هغوئ باندې هغوئ دې خوشحال وى چې ستا نوم سره مينه ساتى.</verse>
				<verse number="12">اے مالِکه خُدايه، تۀ په خپله نېکانو ته برکت ورکوې، تۀ د خپل رحم ډال هغوئ نه چاپېره وې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه ما مۀ رټه په خپله غصه کښې ما ته قهر مۀ کوه زما په سمولو کښې.</verse>
				<verse number="2">رحم په ما وکړه زۀ کمزورے يم مالِکه خُدايه، شفا راکړه هډُوکى مې ماتيږى مالِکه خُدايه.</verse>
				<verse number="3">په زړۀ يمه بيمار دا به تر کومې وى اے مالِکه خُدايه دا به تر کومې وى؟</verse>
				<verse number="4">اے مالِکه خُدايه ما خلاص کړه ما ته راوګرځه، ما بچ کړه د خپلې لوئې مينې سره.</verse>
				<verse number="5">څوک نۀ يادوى تا چې کله مړۀ شى. څوک دے چې ستا ثناء صِفت يې په قبر کښې کړے دے؟</verse>
				<verse number="6">ستړے يم ډېر په ژړېدو سره، بستره زما لمده شى ټوله شپه په ژړېدو سره، او بالښت مې لوند شى په اوښکو سره.</verse>
				<verse number="7">سترګې مې کمزورې شوې خفګان سره، سترګو مې کار پرېښے دے دشمنۍ سره.</verse>
				<verse number="8">ځئ زما نه ځئ ټول بدعمله رانه لاړ شئ، زما ژړا مالِک خُدائ اورېدلې ده.</verse>
				<verse number="9">د رحم دپاره سوال مې اورېدلے دے، مالِک خُدائ، دُعا زما يې قبوله کړې ده مالِک خُدائ.</verse>
				<verse number="10">يريږى به، شرميږى به، زما ټول دشمنان، راواپس به کړى هغوئ په ناګهانه بې‌عزتۍ سره.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، تۀ زما پناه يې، د هغه خلقو نه ما خلاص کړه او ما بچ کړه څوک چې راپسې دى،</verse>
				<verse number="2">ګنې ما به د ازمرى په شانې وشلوى ټوټې به مې کړى، هيڅ څوک به مې نۀ وى چې د هغوئ نه ما بچ کړى.</verse>
				<verse number="3">اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، کۀ ما د اِنصاف نه کار اخستے نۀ وى،</verse>
				<verse number="4">کۀ ما د خپل دوست سره بد کړې وى کۀ ناحقه مې دشمن باندې حمله کړې وى،</verse>
				<verse number="5">نو بيا دې دشمن راپسې شى ما دې ووهى. ما دې پرېږدى بې‌عزتۍ سره په خاورو کښې.</verse>
				<verse number="6">اے مالِکه خُدايه د غصې سره راپاڅه، زما د دشمن د غصې په مقابل کښې راپورته شه، راپورته شه، زما پاکه خُدايه، په دوئ باندې خپل عدل او اِنصاف راوله.</verse>
				<verse number="7">راغونډ کړه ټول قومونه خپل ځان ته، د خپل عرش نه په هغوئ بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ په خپله د قومونو عدالت کوى. تۀ زما د صداقت اعلان وکړه، زۀ بې‌ګناه يم، اے لويه خُدايه.</verse>
				<verse number="9">ختم کړه ظلمونه د ظالم ختم کړه، آباد کړه صادقان صادقه خُدايه، د زړۀ منصوبې او فکرونه تۀ معلوموې.</verse>
				<verse number="10">هغه خُدائ تعالىٰ خو زما ډال دے، بچ کوونکے چې د زړونو صادقانو دے.</verse>
				<verse number="11">خُدائ پاک صادق اِنصاف دار دے، بدکارو ته هره ورځ په قهر وى.</verse>
				<verse number="12">کۀ څوک چرې په خپله توبه نۀ کړى، خُدائ به خپله تُوره ورته تېره کړى، نو ليندې ته به لاس پورته کړى.</verse>
				<verse number="13">کړى هغه به تياره وسله تباه کوونکى، او وُلى به خپل غشى بلېدونکى.</verse>
				<verse number="14">څنګه د بدو منصوبې جوړوى، بدعمله خلق ګوره د مصيبت نه هغوئ ډک وى او فريب کاره.</verse>
				<verse number="15">هغوئ د بل د غورزېدو دپاره ډوبه کنده تياروى په هم دې کنده کښې به په خپله ورغورزيږى.</verse>
				<verse number="16">کوم مصيبت چې جوړوى هغوئ به خپله په کښې ګېر شى، هغه ظلمونه د هغوئ په خپل سر انبار شى.</verse>
				<verse number="17">شُکر به کوم د مالِک خُدائ چې هغه اِنصاف کوونکے دے وايم به زۀ د مالِک خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه، ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم ‎‎دے، پاس په آسمانونو کښې ‎دې خپل جلال جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="2">تا تى رودونکو او لويو ماشومانو ته خپل ثناء صِفت ښودلے دے خپل مخالفين او دشمنان دې په دې چپ کړى دى.</verse>
				<verse number="3">زۀ کله چې ستا د ګوتو کار ته ګورم، ستا په آسمانونو باندې غور کوم، په خپل ځائ چې مقرر دى ستورو سپوږمۍ ته ګورم،</verse>
				<verse number="4">انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې، نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟</verse>
				<verse number="5">تا د فرښتو نه لږ کم کړے دے تا هم د جلال او عزت تاج ورپه سر کړے دے.</verse>
				<verse number="6">تا په خپل مخلوق بنيادم واکمن کړے دے، تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.</verse>
				<verse number="7">کۀ ګډې کۀ رَمې د بيابان، او کۀ دى ټول ځنګلى ځناوران.</verse>
				<verse number="8">کۀ مارغان دى په هوا کښې او کۀ کبان دى سمندر کښې، يا نور داسې څيزونه چې ګرځيږى سمندر کښې.</verse>
				<verse number="9">اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه، ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">زۀ به د خپل ټول زړۀ نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، زۀ به ستا ټول عجيبه کارونه بيان کړم.</verse>
				<verse number="2">زۀ به يم خوشحاله او ستا له سببه خوشحالى کوم، اے خُدائ تعالىٰ زۀ به په سندرو کښې ستا د نوم ثناء صِفت کوم.</verse>
				<verse number="3">زما دشمنان چې کله وتښتېدل، هغوئ تيندکونه وخوړل او ستا په وړاندې تباه شول.</verse>
				<verse number="4">تا زما په حق کښې وکړه فېصله، ناست يې په خپل تخت په اِنصاف خپل عدالت کوې.</verse>
				<verse number="5">بدعمله تباه کړى دى تا، قومونه رټلى دى تا، د تل دپاره دې نام و نشان ورله ختم کړے دے.</verse>
				<verse number="6">بې‌کچه تباهى دې د دشمن ښارونه نابود کړى دى، نام و نشان د هغوئ دې ختم کړے دے.</verse>
				<verse number="7">خو د تل دپاره مالِک خُدائ به بادشاهى کوى، قائم کړے يې خپل تخت دے او اِنصاف به کوى.</verse>
				<verse number="8">او هغه اِنصاف سره په دُنيا عدالت کوى، هغه به په قومونو په اِنصاف سره حکومت وکړى.</verse>
				<verse number="9">د مظلومانو دپاره مالِک خُدائ د امان ځائ دے، په وخت د مصيبت هغه مضبوط د پناه ځائ دے.</verse>
				<verse number="10">څوک چې دې نوم پېژنى په تا توکل کوى، مالِکه خُدايه، څوک چې دې لټون کوى تا يواځې نۀ دى پرېښى.</verse>
				<verse number="11">په سندرو کښې د هغه مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، څوک چې په صيون کښې په تخت ناست دے، قومونو ته بيان کړئ هغۀ چې څۀ کړى دى.</verse>
				<verse number="12">هغه به قاتلانو نه بدل اخلى، د مظلومانو نه بې‌خبره نۀ دے او نۀ د دړدمندانو د فرياد نه بې‌خبره دے.</verse>
				<verse number="13">رحم په ما وکړه، اے مالِکه خُدايه، ګوره دشمنانو ډېر تنګ کړے يم، ما د مرګ د خولې نه را آزاد کړه.</verse>
				<verse number="14">د صيون لور په دروازو به ستا صِفت او د خلاصون خوشحالى وکړم نو داسې به زۀ ستا د ثناء صِفت اعلان وکړم.</verse>
				<verse number="15">قومونه کومه کنده چې وباسى نو په خپله ورګزار به شى، په پټ خور کړى دام کښې خپله راګېر به شى.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ پېژندلے شى، په خپل اِنصاف سره، خو اوس راګېر دى بدعمله خپل کردار سره.</verse>
				<verse number="17">ځى به لاندې قبر ته ټول بدکاران، چې هېر کړے يې مالِک خُدائ دے هغه ټول قومونه به وى ورروان.</verse>
				<verse number="18">حاجت لرونکې به د تل دپاره هېرولے نۀ شى، دا مظلومان خلق به نااُميده پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="19">پاڅه، اے مالِکه خُدايه، بنى آدم چې سرکشى ونۀ کړى، د قومونو دې عدالت ستا د وړاندې وشى.</verse>
				<verse number="20">تۀ مالِکه خُدايه يره باندې هغوئ ويروه، قومونه تۀ په دې پوهه وه چې هغوئ فانى دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، تۀ زما نه ولې لرې ودرېږې؟ په وخت د مصيبت کښې تۀ ما نه ولې خپل ځان پټوې؟</verse>
				<verse number="2">په خپل غرور کښې بدکاران غريبانان خپل ځان ته پرزوى، دوئ په خپله په خپلو بدچلونو کښې راګېر کړه.</verse>
				<verse number="3">د خپل نفس لافې کوى دا بدکاران، په مالِک خُدائ لعنت کوى او د هغۀ نه اِنکار کوى لالچيان.</verse>
				<verse number="4">خپل غرور کښې بدکاران طلب نۀ کوى د خُدائ پاک، په خپلو ټولو سوچونو کښې هيڅ پرواه نۀ کړى د خُدائ پاک.</verse>
				<verse number="5">تل کاميابه وى هغوئ په دشمنانو پورې خندا کوى، ستا قانون نۀ منى دا مغروران.</verse>
				<verse number="6">ځان سره دوئ وائى چې، ”هيڅ به مو نۀ کړى په لړزان، ټول عمر زۀ به يم خوشحاله او د سختو به يم په امان.“</verse>
				<verse number="7">خولۀ يې دروغژنه، کنځل ماره، دوکه بازه ده، د هغۀ ژبه غوڅونکې، تباه کوونکې ده.</verse>
				<verse number="8">پروت د کلو خوا کښې پټ په پټه اِنتظار کوى، وژنى بې‌ګناه ګورى د ورايه پرې ګزار کوى.</verse>
				<verse number="9">لکه زمرى پټ په پرده کښې اِنتظار کوى، نيسى غريبان پروت دے په پټه اِنتظار کوى، رايې کاږى او په جال کښې يې راګېروى.</verse>
				<verse number="10">نو مظلومان په کښې چخڼى شى، او د ظالم د زور سره رالاندې شى.</verse>
				<verse number="11">بد کار د خپل ځان سره دا وائى چې، ”د خُدائ پاک هېر شوى دى، چې هيڅ نۀ وينى، سترګې يې پټې کړې دى.“</verse>
				<verse number="12">اے مالِکه خُدايه، راپاڅه، او بدکارانو ته سزا ورکړه. پاکه خُدايه مظلومان مۀ هېروه.</verse>
				<verse number="13">خُدائ ولې سپکوى دغه بدکاران؟ خپل ځان سره وائى چې، ”نشته تپوسونه،“ وائى دغه بدکاران.</verse>
				<verse number="14">خو تا په خپله دا تکليفونه او خفګان وليدلو، او تۀ په خپله دا وينې او عدالت کوې. تا ته ځان سپارلے دے بې‌وسه مظلومانو، مل يې تۀ او حفاظت کوې د بې‌پلارانو.</verse>
				<verse number="15">لاسونه مات کړه د بدکاره بدعمله انسان، هغوئ له داسې بدله ورکړه چې يو ظالم هم پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="16">د مالِک خُدائ بادشاهى به تل تر تله وى، د هغۀ د دُنيا نه به غېرقومونه هلاک شى.</verse>
				<verse number="17">اے مالِکه خُدايه، تا په خپله سوال زارى د مظلومانو واورېدله، تۀ هغوئ ډاډه کوې او سوالونه يې اورې،</verse>
				<verse number="18">تۀ د بې‌پلاره مظلومانو محافظ يې، نو فانى انسان به دوئ په دې دُنيا کښې يرولے نۀ شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم. تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،</verse>
				<verse number="2">ګوره بدعمله خپله لينده راکاږى او غشى ويشتو ته برابروى، او د پټ ځائ نه په نېکانو باندې يې ورَوى.</verse>
				<verse number="3">هرکله چې بنيادونه ورانولے شى، نو رښتونى خلق به څۀ وکړے شى؟“</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے، هم اوس مالِک خُدائ د خپل آسمانى تخت نه بادشاهى کوى. هر يو انسان هغه په خپله د نزدې نه ګورى، او په زمکه هر يو کس آزمائى.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ صادقان او بدکاران دواړه معلوموى، هغه د هغوئ نه نفرت کوى څوک چې ظلمونه خوښوى.</verse>
				<verse number="6">هغه به په بدکارانو او شريرانو بَل سکارۀ او تاودۀ ګوګړ ورَوى، په سوزونکو هواګانو سره ورته سزا ورکوى.</verse>
				<verse number="7">بې‌شکه صادق مالِک خُدائ د اِنصاف سره مينه کوى، او نېکان خلق به د هغۀ د مخ ديدن کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مددګار شه، په تېزۍ سره پناه کيږى ستا نېک بنيادمان، ستا وفاداران دى د دې زمکې نه روان.</verse>
				<verse number="2">وائى دروغ په خپلو کښې يو بل ته ګاونډيان، په زړۀ کښې دوکه باز او په غوړو شونډو دى ګويان.</verse>
				<verse number="3">مالِکه تۀ په خپله دوئ نه پرې کړه غوړ شونډان دوئ نه هغه ژبې پرې کړه چې په لافو دى ګويان.</verse>
				<verse number="4">دوئ وائى چې، ”مونږ به په خپله ژبه هر څۀ حاصل کړُو، څوک مو د وينا نه ايسارولے شى چې مونږ خپلې شونډې استعمال کړُو؟“</verse>
				<verse number="5">فرمائى مالِک خُدائ، ”زياتے مې وليدلو چې وشو په حاجتمندانو فرياد او زبيرګى ما واورېدل چې وکړل غريبانانو، نو زۀ به ورشم چې هغوئ بچ کړم، څنګه چې هغوئ زما د مدد لرى ارمان.“</verse>
				<verse number="6">د مالِک خُدائ وعدې دى پاکې، لکه سپين زر چې صفا شى اووۀ ځله په بټۍ کښې.</verse>
				<verse number="7">اے مالِکه خُدايه مونږ يُو په اطمينان چې به وساتې نسل د دروغژنو نه به کړې تل په حفاظت دا مظلومان.</verse>
				<verse number="8">خو په هر ځائ کښې ګرځيږى بدکاران ټول بدۍ ته په ښۀ سترګه ګورى انسانان.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، تر کومه به تۀ ما هېروې؟ تر ابده پورې تر کومه به تۀ بل خوا ته ګورې؟</verse>
				<verse number="2">تر کومه به زما ذهن پرېشانه وى هره ورځ زما په زړۀ کښې به تر کومه خفګان وى؟ تر کومه به دشمن په ما باندې غالب وى؟</verse>
				<verse number="3">مالِکه زما خُدايه، راشه ما له جواب راکړه. سترګې مې روښانه کړه ګنې مړ به شم،</verse>
				<verse number="4">مۀ خوشحالوه ما باندې تۀ زما دشمنان، چې، ”ور مو کړُو شکست،“ وائى به دوئ مدام. دوئ مۀ خوشحالوه زما په لړزان.</verse>
				<verse number="5">ستا په بې‌حده مينه لرم ايمان، زۀ به خوشحالى کوم ځکه چې ستا د خلاصون منم احسان.</verse>
				<verse number="6">مالِکه خُدايه، ستا د صِفت سرود به کړم بيان، ځکه چې تۀ يې په ما مهربان.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">”نشته دے خُدائ،“ په خپل زړۀ کښې وائى کم عقلان، دوئ دى فاسدان ښۀ عمل يې نشته يو هم داسې نشته چې وى نېکان.</verse>
				<verse number="2">مالِک پاس د آسمان نه ګورى ټول بنيادمان هغه ګورى چې په رښتيا په دُنيا شته داسې پوهان، څوک شته په دې دُنيا د خُدائ متلاشيان.</verse>
				<verse number="3">نشته يو هم نشته ټول دى اوړېدلى په غلطه لار روان، نشته دے يو کس هم چرته نشته دے نېکان.</verse>
				<verse number="4">ولې دوئ نۀ زده کوى څوک چې دى بدکاران، دوئ خورى لکه روټۍ زما خلق انسانان مالِک ته به د دُعا فکر ونۀ کړى دا بدکاران؟</verse>
				<verse number="5">په سخته يره کښې به پراتۀ وى بدکاران، ځکه پاک خُدائ مل دے د صادقانو.</verse>
				<verse number="6">اے بدکارانو تاسو په غريبانانو ظلم کوئ، خو مالِک خُدائ دے د خپلو خلقو نګهبان.</verse>
				<verse number="7">څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى اِسرائيليان، کله چې مالِک خُدائ بيا آباد کړى خپل قوميان، يعقوب به خوشحالى وکړى او خوشحاله به شى اِسرائيليان.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">څوک مالِکه خُدايه ستا مقدس کور کښې عبادت ته داخلېدے شى؟ ستا په مقدس غر څوک ستا حضور کښې اوسېدے شى؟</verse>
				<verse number="2">هغه څوک چې وى بې‌عېبه او ښۀ کارونه کوى، او د زړۀ د اخلاص نه رښتيا خبرې کوى.</verse>
				<verse number="3">څوک چې نۀ کړى غېبتونه او په ګاونډى نۀ کوئ ظلمونه او نۀ په خپلو دوستانو باندې بد وائى،</verse>
				<verse number="4">چې منکرانو ته سپک ګورى او د مالِک خُدائ د وفادارانو قدر کوى، کۀ هر څومره ورته سخته وى خو بيا هم مدام ټينګ ولاړ وى په خپل عهد او پيمان،</verse>
				<verse number="5">د قرض په بدل کښې چې څوک نۀ وى سود خواران او څوک چې د بې‌ګناه خلاف رشوت نۀ قبلوى. نو داسې چې څوک کوى هغه به قائم وى مدام.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">اے پاکه خُدايه، ما وساته په خپل امان، پناه مې راوړه تا ته او شه مې نګهبان.</verse>
				<verse number="2">ما ووئيل مالِک خُدائ ته، ”تۀ زما مالِک يې، زما دغه ټول برکتونه او ښېګړې له تا نه دى.“</verse>
				<verse number="3">په زمکه باندې ټول مؤمنان دى رښتينې شريفان، په دوئ کښې زما خوشحالى ده.</verse>
				<verse number="4">خو اخته به شى هغه خلق په خفګان چې د خُدائ نه غېر منى نور خُدايان. نۀ به اخلم برخه د هغوئ په قربانيانو نۀ به واخلم د هغوئ د معبودانو نومونه په زبان.</verse>
				<verse number="5">تۀ يې اے مالِکه خُدايه زما ټول نصيب او برکتونه، او زما د هر څيز ساتونکے يې تۀ په خپله.</verse>
				<verse number="6">تا ما له په برخه کښې راکړى دى ښۀ ځايونه، بې‌شکه چې عجيبه دى ستا ميراثونه.</verse>
				<verse number="7">زۀ به د هغه مالِک خُدائ ادا کړم ثناء او صِفتونه څوک چې ما له کوى هدايتونه، خپل زړۀ راته د شپې هم کوى لارښودنه.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ همېشه راسره دے زۀ په دې پوهېږم. هغه په خوا کښې راسره دے نو زۀ به نۀ غورزېږم.</verse>
				<verse number="9">نو ځکه مې زړۀ خوشحاله دے خوشحالېږم، ژوند کوم او په امان کښې اوسېږم،</verse>
				<verse number="10">زما روح به تۀ پرې نۀ ږدې په عالمِ ارواح کښې، خاورې کېدو ته به پرې نۀ ږدې تۀ خپل قُدوس.</verse>
				<verse number="11">تۀ به ما ته ‎د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، زما د اِنصاف درخواستونه واوره، زما د مدد کولو فريادونه واوره. زما دُعا ته ورکړه پاملرنه، په صادقو شونډو چې کړمه سوالونه.</verse>
				<verse number="2">ما بې‌ګناه ثابت کړه، ځکه ټول تا ته څرګند دى چې ښۀ کوى کارونه.</verse>
				<verse number="3">تا په شپه کښې زما د خيالونو او د زړۀ وکړل امتحانونه، پس د امتحان نه دې په ما کښې پېدا نۀ کړل غلط کارونه، اراده زما پخه ده په ژبه نۀ کړم ګناهونه.</verse>
				<verse number="4">ما منلى دى ټول ستا حُکمونه کوم چې ما ساتى د ظالمانو د لارو.</verse>
				<verse number="5">زۀ همېشه ستا په لاره يم روان، زۀ ستا نه نۀ يم اوړېدلے، يم دې پېروکار.</verse>
				<verse number="6">زۀ دُعا کومه تا ته، اے خُدايه، تۀ به راکړې جوابونه، کله چې دُعا کوم غوږ ونيسه ما ته قبول مې کړه سوالونه.</verse>
				<verse number="7">ما ته د خپلې لوئې مينې خواږۀ راوښايه، په خپل قُدرت دوئ بچ کوې تۀ له دشمنه څوک چې پناه غواړى له تا نه.</verse>
				<verse number="8">وساته ما داسې لکه ستا د سترګو تور په شان، د خپل وزرونو په سورى ما پټ کړه.</verse>
				<verse number="9">د بدعملو خلقو نه ما وساته چې په ما کوى حملې، ما وساته د بې‌رحمه دشمنانو نه چې يې واچولې ګېرې.</verse>
				<verse number="10">کلک کړى دى هغوئ خپل بې‌رحمه زړونه، واوره په خپله د هغوئ د لافو ډک کلامونه.</verse>
				<verse number="11">زما نه ګېرچاپېره شوى دى، زۀ يې نيولے يم، کوى دوئ د دې انتظار چې زمکې ته مې راوولى.</verse>
				<verse number="12">زما د وژلو په تلاش کښې دى دوئ لکه د اوږى ازمرى په شان، لکه د خپل ښکار په طمع پټ ناست چې وى زمرے ځوان.</verse>
				<verse number="13">اے مالِکه، راپاڅه، ودرېږه د دوئ خلاف، په ګوډو کړه شريران، ما د خپلې تُورې په زور له بدعملو نه بچ کړه.</verse>
				<verse number="14">اے مالِکه خُدايه، د خپل لاس په طاقت دې تباه کړه هغه خلق، څوک چې په دې دُنيا لټوى خپل اجرونه. خو په خېټه ماړۀ کړه خپل غوره شوى بنيادمان، د دوئ اولاد سره دې وى ډېر مالونه، په ميراث کښې دې پاتې شى ورته مال او دولتونه.</verse>
				<verse number="15">ځکه زۀ يمه صادق ستا مخ به ووينم، زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه تا سره مينه کوم تۀ په خپله زما زور او طاقت يې.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما، زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے. هغه دے ډال زما، هغه زور چې بچ کوى ما، او د حفاظت پناه ګاه ده زما.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ ته مې وکړل آوازونه څوک چې لائق دے د ثناء صِفتونو، او هم هغه په خپله مې د دشمنانو نه بچ کوى.</verse>
				<verse number="4">زۀ د مرګ په پړو کښې راګېر شوے يم، د بربادۍ طوفان مې د سر دپاسه تېر شو.</verse>
				<verse number="5">ګېرچاپېره رانه تاو دى د قبر زنځيرونه، زما په لار کښې مرګى خپل دامونه غوړولى دى.</verse>
				<verse number="6">په سختۍ کښې خپل مالِک ته کړمه آوازونه، د مدد دپاره ما خپل خُدائ ته وکړل آوازونه. د خپل مقدس ځايه هغۀ واورېدل زما آوازونه، د هغۀ تر غوږو ورسېدل زما فريادونه.</verse>
				<verse number="7">زمکه باندې زلزله راغله ولړزېده، د ټولو غرونو بنيادونه وخوځېدل، زلزله ځکه پرې راغله چې هغه په غصه وو.</verse>
				<verse number="8">د هغۀ د پوزې او سپېږمو نه لوږې راووتل، بل سکارۀ ترې نه روان وو يروونکى لمبه يې د خولې راووتله.</verse>
				<verse number="9">هغه لاندې ترې راکوز شولو وشلول يې آسمانونه، د هغۀ د پښو د لاندې تورې وريځې وې.</verse>
				<verse number="10">والوتو هغه په وزرو والا مخلوق سور شولو، هغه د هوا په وزرو سور شولو.</verse>
				<verse number="11">هغۀ د خپله ځانه ګېرچاپېره تيارۀ تاو کړله، د باران نه ډکه وريځ يې د خپل ځان نه راتاوه کړله.</verse>
				<verse number="12">د هغۀ د حضور جلال تورې وريځې وشلولې، او ږلۍ او بل سکارۀ يې راورول.</verse>
				<verse number="13">واورېدے شو د آسمانه د مالِک خُدائ آواز، د تندر په شان د خُدائ تعالىٰ راغلو آواز.</verse>
				<verse number="14">خپل دشمنان يې کړل خوارۀ د غشو په ويشتو سره، و يې زغلول د تندر په ګړزار او په برېښنا سره.</verse>
				<verse number="15">اے مالِکه خُدايه ستا په حُکم او په چغه په رټلو بېخ د سمندر راښکاره شولو، او بنياد د زمکې راڅرګند شولو.</verse>
				<verse number="16">د آسمانه يې خپل لاس کړلو راوږد او زۀ يې بچ کړم، زۀ يې د ډوبو اوبو نه رابهر کړم.</verse>
				<verse number="17">بچ يې کړمه زۀ د زورَور دشمن د لاسه، چې زما نه يې نفرت کولو او وو زما دپاسه.</verse>
				<verse number="18">په ورځ د مصيبت هغوئ کړى راسره جنګونه، خو مالِک خُدائ زما مل وو په خپله.</verse>
				<verse number="19">زۀ يې يو پُراَمنه ځائ ته راوستم، ځکه چې هغه رانه خوشحال وو زۀ يې بچ کړم.</verse>
				<verse number="20">ما ته په ښۀ کولو مالِک اجر راکړے دے، زما د بې‌ګناهۍ په وجه يې ما له انعام راکړے دے.</verse>
				<verse number="21">ځکه ما کارونه د مالِک خُدائ پوره کړى دى، نۀ مې بد عمل چرته د خُدائ پاک خلاف کړے دے.</verse>
				<verse number="22">ما د هغۀ په ټول قانون عمل کړے دے، پرېښى نۀ دى ما د هغۀ اصُول منلى دى.</verse>
				<verse number="23">د خُدائ په وړاندې زۀ بې‌داغه يم خپل ځان مې د ګناه نه بچ ساتلے دے.</verse>
				<verse number="24">مالِک ما له د ښۀ کولو اجر راکړے دے، هغه ‎پوهيږى چې زۀ بې‌ګناه يم.</verse>
				<verse number="25">تۀ د وفادارو سره وفادار يې، تۀ د هغوئ سره نېکى کوې څوک چې نېکان دى.</verse>
				<verse number="26">پاکانو ته تۀ خپل ځان پاک ښکاره کوې، او هغوئ څوک چې مکاران دى مکر کوى.</verse>
				<verse number="27">تۀ خلاصون ورکوې عاجزانو له خو تۀ په خپله کبر نسکوروې مغرورانو له.</verse>
				<verse number="28">اے مالِکه خُدايه، تۀ زما چراغ يې، مالِکه خُدايه، زما تيارۀ په رڼا بدلوې.</verse>
				<verse number="29">ستا په مدد زۀ فوجونه تس نس کولے شم، د مالِک خُدائ په مدد د دېوالونو نه دانګلے شم.</verse>
				<verse number="30">د خُدائ پاک لاره کامله ده، د مالِک وعده صحيح ده. د هر چا دپاره ډال دے څوک چې د هغۀ غواړى پناه.</verse>
				<verse number="31">د مالِک نه بغېر بل خُدائ څوک دے؟ او زمونږ د خُدائ نه بغېر څوک ګټ دے؟</verse>
				<verse number="32">دا خُدائ دے چې زور طاقت راکوى ما له پُراَمنه کوى دے په خپله لار ما له.</verse>
				<verse number="33">هغۀ جوړې کړى زما پښې د هوسۍ د پښو په شان، چې شمه پاس په اوچتو غرونو روان.</verse>
				<verse number="34">هغه تياروى جنګ ته زما لاسونه، چې مټې مې راکاږى د زېړو کمانونه.</verse>
				<verse number="35">تا ما له د خلاصون ډال راکړے دے، ستا ښى لاس زما مدد کړے دے، او ستا مدد زما ځان تکړه کړے دے.</verse>
				<verse number="36">تا زما د پښو دپاره پراخه لاره جوړه کړله، ترڅو پښې زما ونۀ ښوئيږى هيڅکله.</verse>
				<verse number="37">زۀ په خپل دشمن پسې شوم کړل مې ګرفتار، تر هغې واپس نه شوم ترڅو دوئ مې کړل تار په تار.</verse>
				<verse number="38">هغوئ مې داسې ووهل چې بيا پاڅېدے نۀ شول، هغوئ زما د پښو د لاندې شول.</verse>
				<verse number="39">ما له دې راکړو طاقت د جنګ دپاره، تا دشمنان په پښو کښې وغورزول زما دپاره.</verse>
				<verse number="40">تا دشمنان په تېښته وتښتول زما نه، ما کړل تباه چا چې نفرت کولو زما نه.</verse>
				<verse number="41">د بچ کولو يې څوک نۀ وُو هغوئ وکړل د مدد دپاره فريادونه، دوئ وکړو سوال مالِک خُدائ ته خو هغۀ ورنۀ کړو جواب.</verse>
				<verse number="42">زۀ هغوئ مېده کوم لکه د طوفان دوړې، زۀ يې جارُو کوم لکه د کوڅو خاورې.</verse>
				<verse number="43">زۀ تا بچ کړے د باغيانو يم، مشر کړے دې د قومونو يم، او چې څوک ما نۀ پېژندل هغوئ اوس زما خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="44">منى هغوئ زما امر چې کله شى خبر زما، بهرنى قومونه سرونه ټيټوى په وړاندې زما.</verse>
				<verse number="45">کله چې خبر شى بائيلى خپل همتونه، راځى ما له په ويره رپېدو د مضبوطو قلاګانو.</verse>
				<verse number="46">مالِک خُدائ ژوندے دے، ثنا دې وى زما د پناه ګاه، لوئى دې وى زما د خلاصونکى خُدائ پاک.</verse>
				<verse number="47">څوک چې راکوى ما له تکليفونه نو د هغوئ نه بدل اخلى زما، هغه خُدائ پاک دے چې قومونه ماتحت کوى زما،</verse>
				<verse number="48">څوک چې ما د خپلو دشمنانو نه بچ کوى. تا زۀ په خپلو دشمنانو باندې اوچت کړم، او تا زۀ د ظالمانو نه بچ کړم.</verse>
				<verse number="49">ځکه مالِک خُدايه زۀ به ستا ثناء صِفت کوم، ستا د نوم به په قومونو کښې ثناء صِفت کوم.</verse>
				<verse number="50">مالِک خُدائ ورکوى لوئې فتحې خپل بادشاه له، ورکوى نۀ ختمېدونکې مينه خپل غوره شوى له، د تل دپاره داؤد او د هغۀ ټول اولاد له.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى، خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.</verse>
				<verse number="2">هره ورځ بلې ورځ پسې متواتر وېنا کوى، هره شپه بلې شپې پسې د هغۀ مشهورتيا کوى.</verse>
				<verse number="3">نۀ کوى خبرې خو په چپه خولۀ وينا کوى هيڅکله چا نۀ دے اورېدلے آواز يې.</verse>
				<verse number="4">خو د هغوئ آواز په ټوله دُنيا کښې اورېدلے شوے وو، او د هغوئ کلام د دُنيا په آخرى حدونو پورې رسېدلے وو. نمر دپاره خُدائ کور جوړ کړے دے پاس په آسمان،</verse>
				<verse number="5">لکه زلمے چې د خپلې کمرې نه بهر راوځى، لکه څنګه چې يو پهلوان په خوشحالۍ د منډې دپاره ليواله وى.</verse>
				<verse number="6">خپله لاره جوړوى په آسمانونو د يو سر نه تر بله. د ګرمۍ نه يې هيڅ څيز پټېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="7">قانون د مالِک خُدائ کامِل دے، روح تازه کوى. هدايت د مالِک خُدائ باورى دے، د ساده نه هوښيار جوړوى.</verse>
				<verse number="8">حُکمونه د مالِک خُدائ رښتيا دى زړۀ خوشحالوى. د مالِک خُدائ حُکمونه پاک دى د ژوند پوهه ورکوى.</verse>
				<verse number="9">د مالِک خُدائ يره پاکه ده او تل به وى. حُکمونه د مالِک خُدائ درست دى هر يو په اِنصاف وى.</verse>
				<verse number="10">خواهش يې د زرو نه زيات دے، د سوچه زرو نه هم زيات دے، دا د شاتو نه هم ډېر خوږ دے، د هغه شاتو نه چې د ګبين نه راڅاڅى.</verse>
				<verse number="11">دا ما ستا خِدمتګار ته خبرتيا راکوى، هغه څوک يې چې منى لوئ اجر ورکوى.</verse>
				<verse number="12">څوک څنګه د خپل زړۀ په ګناه پوهېدے شى؟ ما پاک کړه د پټو خطاګانو نه.</verse>
				<verse number="13">د قصداً ګناهونو نه خپل خِدمتګار بچ کړه، چې راباندې غالب نۀ شى ما ترې خلاص کړه. نو داسې زۀ به بچ شمه د جرمونو نه، او بچ به شمه زۀ د لويو ګناهونو نه.</verse>
				<verse number="14">زما خبرې او زما د زړۀ خيالونه دې منظور شى تا ته، اے مالِکه خُدايه تۀ يې زما پناه ګاه او زما خلاصونکے يې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">په وخت د مصيبت کښې دې مالِک ستا فرياد واورى، د يعقوب د خُدائ پاک نوم دې د هر نقصان نه ستا حفاظت وکړى.</verse>
				<verse number="2">هغه دې ستا مدد وکړى د خپل مقدس ځائ نه او داسې به طاقت درکوى د صيون نه.</verse>
				<verse number="3">ټولې قربانۍ دې ستا قبولې کړى ټولې سوزېدونکې نذرانې دې ستا منظورې کړى.</verse>
				<verse number="4">هغه دې ستا د زړۀ ارمان پوره کړى کاميابه دې هغه ستا منصوبې کړى.</verse>
				<verse number="5">نو ستا په کاميابۍ به چغې د خوښۍ ووهو د خپل خُدائ د نوم جنډې به اوچتې کړُو. مالِک خُدائ دې جواب درکړى ستا د ټولو سوالونو.</verse>
				<verse number="6">اوس زۀ په دې پوهېږم چې مالِک خُدائ به خپل غوره شوے بادشاه بچ کړى، هغه به د خپل پاک آسمان نه جواب ورکړى په خپل لوئ طاقت سره به يې هغه بچ کړى.</verse>
				<verse number="7">څوک فخر کوى په جنګى ګاډو او څوک په آسونو، خو مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم فخر کوُو.</verse>
				<verse number="8">دا قومونه به په ګوډو شى او راوبه غورزيږى، خو مونږ به راپاڅو او ټينګ به ودرېږو.</verse>
				<verse number="9">ورکړه فتح زمونږ بادشاه له، اے مالِکه خُدايه، کله چې تا ته سوال کوُو مونږ ته جواب راکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">مالِکه خُدايه، بادشاه ستا په طاقت څنګه خوشحالى کوى. ځکه چې هغه ستا په فتح ورکولو څومره لويه خوشحالى کوى.</verse>
				<verse number="2">تا دے ورکړے د هغۀ د زړۀ ارمان تا نۀ دے رد کړے د هغۀ د خولې بيان.</verse>
				<verse number="3">تا هغه په ډېرو کاميابو او برکتونو معمور کړے دے تاج دې د خالص سرو زرو ورپه سر کړے دے.</verse>
				<verse number="4">چې د ژوند سوال يې له تا کړے دے نو تا يې سوال قبول کړے دے نو د تل دپاره تا د هغۀ ژوند اوږد کړے دے.</verse>
				<verse number="5">ستا په خلاصون او مدد هغۀ وموندو عزت، تا هغۀ له ورکړو شُهرت، شان او شوکت.</verse>
				<verse number="6">هغۀ له دې ورکړے برکت نۀ ختمېدونکے ورکړے خپل ديدار دې ورته زړۀ خوشحالوونکے.</verse>
				<verse number="7">ځکه چې بادشاه په مالِک خُدائ باندې ايمان لرى، د خُدائ تعالىٰ په مينه هغه به تل د تيندکونو نه بچ وى.</verse>
				<verse number="8">نو تۀ به خپل ټول دشمنان راګېر کړې، څوک چې درنه نفرت کوى نو هغه هر يو به په خپل ښى لاس راګېر کړې.</verse>
				<verse number="9">کله چې تۀ راښکاره شې په هغوئ به د بټۍ په شان اور بل کړې. مالِکه خُدايه ستا د غضب اور به دوئ تير کړى او ستا اور به يې تباه کړى.</verse>
				<verse number="10">تۀ به د هغوئ اولاد د زمکې نه جارُو کړې، تۀ به هغوئ له نسل ورنۀ کړې.</verse>
				<verse number="11">کۀ څۀ هم بدې ارادې لرى تا ته او نېتُونه يې خراب شى خو کاميابه به هيڅکله د هغوئ منصوبې نۀ شى.</verse>
				<verse number="12">تۀ به کړې هغوئ دې ته جوړ چې په شا شى دوئ چې کله ستا د ليندې غشو ته مخامخ شى.</verse>
				<verse number="13">راپاڅه اے مالِکه خُدايه، په خپل ټول قدرت، مونږ به ووايو سندرې او ثناء ستا د زور او طاقت.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">اے زما خُدايه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟ تۀ ولې رانه لرې شوے يې او د مدد فرياد مې نۀ اورې؟</verse>
				<verse number="2">په ورځ کښې تا ته فرياد کوم زما خُدايه خو تۀ جواب نۀ راکوې، هره شپه تۀ زما آواز اورې، خو ما ته هيڅ آرام رانۀ شى.</verse>
				<verse number="3">خو ستا پاکه هستى پاس په تخت، اِسرائيليان کوى ستا ثناء صِفت.</verse>
				<verse number="4">زمونږ پلار نيکۀ په تا لرلو ايمان، او تۀ شوې د هغوئ نګهبان.</verse>
				<verse number="5">دوئ تا ته فريادونه وکړل تا خلاصون ورکړو، هغوئ مايوسه نۀ شول په تا چې چا اطمينان وکړو.</verse>
				<verse number="6">خو زۀ چينجے يم او انسان نۀ يم، سپک راته ګورى د ټولو د خندا يم.</verse>
				<verse number="7">څوک چې راته ګورى خندا راپورې کوى، دوئ سرونه خوځوى راته سپک ګورى.</verse>
				<verse number="8">دوئ وائى چې، ”لرلو يې په مالِک خُدائ اطمينان آيا دا هغه څوک دے، خو مالِک خُدائ دې اوس دے بچ کړى. ځکه چې مالِک خُدائ بې‌شانه مينه ورسره کوى.“</verse>
				<verse number="9">تا د مور د خېټې نه په سلامتۍ رابهر کړم، ما له دې باور راکړو زۀ دې د مور په سينه لوئ کړم.</verse>
				<verse number="10">د پېدايښت نه ستا لاسونو ته وسپارلے شوم، تۀ زما خُدائ يې د کوم وخت نه چې پېدا شوم.</verse>
				<verse number="11">زما نه لرې مۀ ودرېږه ځکه چې مصيبت را په سر دے، او ستا نه علاوه بل څوک نشته چې وى زما مددګار.</verse>
				<verse number="12">د ډېرو غوَيانو په شان دشمنانو راګېر کړے يم، لکه د بسن د يروونکو غوَيانو غوندې يې ګېر کړے يم.</verse>
				<verse number="13">زما خلاف يې د زمرو په شان خپلې خولې وازې کړې دى په غړمبار سره ما څيرى.</verse>
				<verse number="14">توئ شوے يم زۀ لکه اوبو په شان، هډوکى د جوړونو نه مې شوى دى بې‌ځايه. زړۀ زما ويلى شو د موم په شان،</verse>
				<verse number="15">ټول زور مې خُشک شو د خاورين لوښى په شان، ژبه مې تالو پورې شوه چسپان، په خاورو کښې تا پرېښے يم د مړى په شان.</verse>
				<verse number="16">د سپو په شان دشمنانو راګېر کړے يم، د بدکارانو قبيلې راګېر کړے يم، دوئ ‎په پښو لاسو زخمى کړے يم.</verse>
				<verse number="17">ټول هډوکى خپل شمېرلے شم، دشمنان راته راګورى او په ما خوشحاليږى.</verse>
				<verse number="18">هغوئ په خپلو کښې تقسيموى جامې زما په خپلو کښې خسڼے پرې وباسى په جامو زما.</verse>
				<verse number="19">اے مالِکه خُدايه زما نه لرې مۀ ودرېږه، تۀ زما زور او طاقت يې زر زما مدد دپاره راشه.</verse>
				<verse number="20">ما د تُورې د خولې نه بچ کړه، د دغه سپو نه زما قيمتى ژوند بچ کړه.</verse>
				<verse number="21">د زمرو د خولې نه ما راوباسه، او ما د ځنګلى غوَيانو د ښکرو نه په امان کړه.</verse>
				<verse number="22">زۀ به خپلو خلقو ته ستا د نوم لوئى بيان کړم، ستا ثناء صِفت به زۀ د جماعت په مينځ کښې وکړم.</verse>
				<verse number="23">تاسو څوک چې د خُدائ نه يرېږئ د مالِک خُدائ ستائينه وکړئ، اے د يعقوب اولاده، تاسو هغۀ له عزت ورکړئ، اے بنى اِسرائيلو تاسو ټول د هغۀ عزت وکړئ.</verse>
				<verse number="24">ځکه هغۀ نۀ د حاجتمندانو درد ته سپک وکتل، او نۀ هغۀ د هغوئ ضرورتونو ته شا کوى نو هغه د هغوئ فريادونه اورى.</verse>
				<verse number="25">زۀ به په لويه ډله کښې ستا ثناء صِفت وکړم، د مؤمنانو په وړاندې به زۀ خپل نذرونه پېش کړم.</verse>
				<verse number="26">غريبانان به ماړۀ او مطمئن شى، د مالِک خُدائ ټول لټوونکى به ثناء خوان شى د هغوئ زړونه دې د تل دپاره خوشحاله وى.</verse>
				<verse number="27">ټوله دُنيا به مالِک خُدائ ياد کړى او هغۀ ته به راوګرځى، د دُنيا ټول قومونه او هر خاندان به هغۀ ته سجده وکړى.</verse>
				<verse number="28">ځکه چې مالِک خُدائ بادشاه دے او د هغۀ په قومونو حکومت دے.</verse>
				<verse number="29">د دُنيا ټول کبرژن به هغۀ ته په تعظيم شى، څوک چې فانى دى هغه ټول به ورته په سجده شى هغوئ به خپل ځانونه ژوندى ساتلے نۀ شى.</verse>
				<verse number="30">راتلونکے نسل به يې خِدمت کوى، د مالِک خُدائ بيان به راتلونکى نسل ته کوى.</verse>
				<verse number="31">هغه څوک چې لا پېدا نۀ دى د هغۀ د خلاصون نه به خبر شى دوئ به د هغۀ د ټولو کارنامو نه خبر شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">مالِک خُدائ دے شپون زما، نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما.</verse>
				<verse number="2">راکوى آرام په شين چمن کښې ما له، بوځى مې هغه د آرامو اوبو خوا له.</verse>
				<verse number="3">هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له، په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره.</verse>
				<verse number="4">کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.</verse>
				<verse number="5">تۀ زما د دشمنانو په وړاندې تياروې ډېر خوراک ما له، تۀ مې سر په تېلو غوړوې نو په دې عزت راکوې ما له، تۀ د خپل برکت نه تر څنډو ډکوې پياله ما له.</verse>
				<verse number="6">بې‌شکه ستا نېکى او مينه به وى زما د ټول ژوند دپاره، زۀ به د مالِک خُدائ کور کښې اوسېږم د تل دپاره.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى، دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى.</verse>
				<verse number="2">په دريابونو باندې اېښى مالِک خُدائ د زمکې بنيادونه دى، دا زمکه يې په سمندر باندې آباده کړې ده.</verse>
				<verse number="3">د مالِک خُدائ غر ته څوک ورختلے شى؟ او څوک د هغۀ مقدس ځائ کښې ودرېدلے شى؟</verse>
				<verse number="4">يواځې هغه څوک چې يې زړونه او لاسونه پاک وى، څوک چې د بُتانو عبادت نۀ کوى، او هيڅکله د دروغو قسمونه نۀ کوى.</verse>
				<verse number="5">دوئ ته به د مالِک خُدائ برکت مِلاو شى، او خپل خلاصونکى خُدائ پاک نه به صداقت حاصل کړى.</verse>
				<verse number="6">او هم داسې خلق ستا د مخ لټون کوى، اے د يعقوب خُدايه، دوئ به ستا طلب کوى.</verse>
				<verse number="7">اے زړو دروازو کولاو شئ، ابدى ورونو خلاص شئ، چې د جلال بادشاه دننه درشى.</verse>
				<verse number="8">هغه د جلال بادشاه څوک دے؟ هغه دے مالِک خُدائ چې ډېر قوى او زورَور دے، هغه مالِک خُدائ چې په جنګ کښې تکړه دے.</verse>
				<verse number="9">اے زړو دروازو کولاو شئ، ابدى وروڼو خلاص شئ، چې د جلال بادشاه دننه درشى.</verse>
				<verse number="10">هغه د جلال بادشاه څوک دے؟ هغه ربُ الافواج دے، هغه د جلال بادشاه دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">زما مالِکه خُدايه، زۀ دُعا غواړم له تا،</verse>
				<verse number="2">اے زما پاکه خُدايه، زۀ توکل کوم په تا. ما شرمنده کېدو نه بچ کړه، مۀ پرېږده چې دشمنان کامياب شى په ما.</verse>
				<verse number="3">هيڅکله شرمنده به نۀ شى هغه څوک چې کوى يقين په تا، خو شرميږى به هغوئ چې د نورو سره کوى دوکه.</verse>
				<verse number="4">اے مالِکه خُدايه، ما ته خپلې لارې وښايه، خپلې لارې راته وښايه چې زۀ په هغې لاړ شم.</verse>
				<verse number="5">تۀ ما د خپل حقيقت خوا له بوځه او هم درس راکړه ما له، او هر وخت زۀ توکل کوم په تا اے زما خلاصونکى خُدايه.</verse>
				<verse number="6">اے مالِکه خُدايه هغه مينه او رحم دې در په ياد کړه خپله، چې کوله دې د ازله تا په خپله.</verse>
				<verse number="7">زما د ځوانۍ غلطۍ او ګناه مۀ يادوه خو ما د خپلې بې‌بها مينې په وجه يادوه، ځکه چې تۀ مهربان يې اے مالِکه خُدايه.</verse>
				<verse number="8">ښۀ مې مالِک خُدائ دے سم کارونه کوى، څوک چې وى بې‌لارې هغوئ ته نېغه لار سموى.</verse>
				<verse number="9">هغه عاجزان په سمه لار روانوى، او خپله لار هغوئ ته ور زده کوى.</verse>
				<verse number="10">د مالِک خُدائ ټولې لارې دى ډکې د وفا او د مينې، د هغه چا دپاره چې ساتى د هغۀ د لوظ ټولې غوښتنې.</verse>
				<verse number="11">اے مالِکه خُدايه، د خپل پاک نوم د خاطره، راوبخښه کۀ هر څومره زما ګناه ده لويه.</verse>
				<verse number="12">څوک دى هغوئ چې د مالِک خُدائ نه يره کوى؟ هغه به دوئ ته هغه لار وښائى کومه چې دوئ دپاره غوره کول دى.</verse>
				<verse number="13">هغوئ به خپل ژوند په خير تېروى، د هغۀ اولاد ته به زمکه په ميراث کښې ورکوى.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ د هغه چا ملګرے دے څوک چې د هغۀ نه يريږى، هغوئ ته به د خپل لوظ شرطونه ورزده کوى.</verse>
				<verse number="15">زما نظر به همېشه د مالِک خُدائ طرف ته وى، هم هغه ما د دشمنانو د دام نه خلاصوى.</verse>
				<verse number="16">او خپل فضل په ما وکړه زما طرف ته راوګرځه، ځکه زۀ يواځې شوے يم بد حاله.</verse>
				<verse number="17">د بد نه بدتر شول زما غمونه، خلاص مې کړه تکليفونه.</verse>
				<verse number="18">زما غمونو او مصيبتونو ته توجو ورکړه او زما ټول ګناهونه ما ته معاف کړه.</verse>
				<verse number="19">ګوره څومره ډيريږى دشمنان زما ګوره چې دوئ څومره کرکه کوى له ما.</verse>
				<verse number="20">زما ژوند د دوئ نه په امان کړه ما وساته، ما مۀ شرموه چې راوړې مې ده پناه تا ته.</verse>
				<verse number="21">زما راستى زما نېکى دې پام وکړى په ما، ځکه چې په تا توکل کړے دے ما.</verse>
				<verse number="22">اے پاکه خُدايه، بنى اِسرائيل بچ کړه، د ټولو مشکلاتو نه يې خلاص کړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، زما د بې‌ګناهۍ په حقله تاسو فېصله وکړئ، ځکه چې ما تل نېکى کړې ده، ما په مالِک خُدائ بې‌شکه باور کړے دے.</verse>
				<verse number="2">اے مالِکه خُدايه په ما آزمېښت وکړه او تيار مې کړه، زما د زړۀ او خيالونو آزمېښت وکړه.</verse>
				<verse number="3">خو زۀ ستا د بې‌شانه مينې نه همېشه خبر يم، نو ځکه زۀ ستا د حقيقت په مطابق ژوند تېروم.</verse>
				<verse number="4">زۀ د دروغژنو خلقو سره نۀ کښېنم، نۀ د مُنافقانو سره په لاره ځم،</verse>
				<verse number="5">د بدعملو د محفل نه زۀ نفرت کوم او نۀ زۀ د شريرانو ملګرتيا کوم.</verse>
				<verse number="6">زۀ خپل لاسونه د ګناه نه وينځم، اے مالِکه خُدايه، نو ستا قربان‌ګاه نه به طواف کوم.</verse>
				<verse number="7">زۀ به د شکرانې سندرې وايم او ستا ټول عجيبه کارونه به وايم.</verse>
				<verse number="8">زۀ مينه کوم مالِکه خُدايه ستا مقدس کور سره، چرته چې ستا جلالى حضور اوسيږى هغه ځائ سره.</verse>
				<verse number="9">ما د ګناهګارانو سره مۀ حسابوه، ما د قاتلانو سره مۀ مجرم کوه.</verse>
				<verse number="10">په ناپاکه منصوبو د هغوئ لاسونه سخا دى، د رشوت نه ډک هر وخت د هغوئ لاسونه دى.</verse>
				<verse number="11">خو زۀ داسې نۀ يم، زۀ په دُنيا کښې پاک اوسېږم، په ما شه مِهربانه او ما بچ کړه.</verse>
				<verse number="12">زۀ اوس په هوار مېدان ولاړ يم، زۀ به د ټول جماعت په وړاندې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وايم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟</verse>
				<verse number="2">چې کله ما ختمول غواړى بدکاران او حمله راباندې وکړى زما دشمنان، تيندک به وخورى او راګزار به شى زما دشمنان.</verse>
				<verse number="3">هر څو کۀ رانه تاو شى ګېرچاپېره لښکرې، زړۀ کښې يره نۀ لرم. کۀ شروع شى زما خلاف جنګونه، خو زۀ به خاطر جمع يم.</verse>
				<verse number="4">د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم، چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم، او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.</verse>
				<verse number="5">خو په سخته ورځ به هغه ما له په خپل مقدس کور کښې پناه راکړى، او په خپله خېمه کښې به هغه ما له حفاظت راکړى او ما به هغه پاس په لوړه د ګټ دپاسه کښېنوى.</verse>
				<verse number="6">نو بيا به زۀ خپله غړۍ هسکه کړم د هغوئ په وړاندې چا چې راګېر کړے يم، د هغۀ مقدس کور کښې به د خوشحالۍ په چغو قربانى وکړم، زۀ به سندرې او سرود او ثناء صِفت د مالِک خُدائ وکړم.</verse>
				<verse number="7">اے مالِکه خُدايه زما فرياد اوره کله چې زۀ سوال زارى کوم، مهربان شه، زما سوالونه قبول کړه.</verse>
				<verse number="8">کله چې تا وفرمائيل، ”راشه زما ديدن وکړه،“ نو ما وئيل، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ به درشم.“</verse>
				<verse number="9">خپل مخ رانه مۀ اړوه ما ته مۀ په قهر کېږه تۀ، خپل خِدمتګار دې غصه کښې مۀ پرېږده تۀ، اے پاکه خُدايه، اوس ما مۀ پرېږده او ما مۀ رد کوه زما خلاصونکے يې تۀ.</verse>
				<verse number="10">کۀ څۀ هم چې مور او پلار ما ځان له پرېږدى، خو مالِک خُدائ به ما خپل ځان ته نزدې کړى.</verse>
				<verse number="11">اے مالِکه خُدايه، ما ته خپله لار راوښايه، ځکه چې دشمن زما په انتظار کښې دے نو په نېغه لار مې بوځه.</verse>
				<verse number="12">ما د دشمنانو لاسونو ته مۀ پرېږده، ځکه چې دوئ په ما هغه تهمت لګوى کوم چې ما کړے نۀ وى، هره لحظه او شېبه کښې د شرارت دهمکى راکوى.</verse>
				<verse number="13">زما يقين دے د مالِک خُدائ مهربانى به ووينم، ترڅو چې زۀ دلته په دې دُنيا کښې يم.</verse>
				<verse number="14">نو مالِک خُدائ ته په صبر او انتظار شه، نو ډاډه شه او زړَور شه او د مالِک خُدائ په صبر او انتظار شه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="28">
				<verse number="1">زۀ تا ته زارى کومه، اے مالِکه خُدايه زما حفاظت کوونکيه، خپل غوږونه دې په ما مۀ کڼوه. کۀ چرې تۀ پاتې شې خاموشه، زۀ به هم د هغه چا په شان شم چې روان وى قبرستان ته.</verse>
				<verse number="2">زما دُعا واوره او په ما رحم وکړه کله چې زۀ تا ته د مدد دپاره فرياد وکړم، چې کله هم زۀ خپل لاسونه ستا مقدس مقام په لورې پورته کړم.</verse>
				<verse number="3">ما لرى مۀ غورزوه د بدکارانو سره، او څوک چې بد کوى کارونه د هغوئ سره، څوک چې کوى په خولۀ خوږې خبرې ګاونډيانو سره خو په زړۀ کښې جوړوى منصوبې د فسادونو سره.</verse>
				<verse number="4">هغوئ ته د هغوئ د عملونو سزا ورکړه هغوئ ته د هغوئ د بدو کارونو په اندازه بدله ورکړه، هغوئ ته د خپلو بدو عملونو او کارونو بدله ورکړه کوم ‎چې دوئ د نورو سره کړى دى هغوئ ته د هغه څۀ سزا ورکړه.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ د کارونو نه بې‌پرواه دى او د هغۀ د لاسونو کړې کارونه نۀ وينى، هغه به هغوئ ښکته راګزار کړى، او هيڅکله به بيا آباد نۀ شى.</verse>
				<verse number="6">ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى، ځکه چې د رحم دپاره هغۀ زما ژړا واورېدله.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ زما قوت دے زما ډال دے، زما په هغۀ د خپل ټول زړۀ سره يقين دے، هغۀ ما سره مدد وکړو، او زړۀ مې خوشحاله دے، زۀ به د ثناء صِفت سندرو سره د هغۀ شکريه ادا کړم.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ خپلو خلقو له طاقت ورکوى، هغه د خپل مسح شوى بادشاه يوه محفوظه قلعه وى.</verse>
				<verse number="9">بچ کړه خپل خاص خلق او ورته برکت ورکړه، شپون د هغوئ جوړ شه تل يې په خپلو لاسونو کښې اوچت کړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="29">
				<verse number="1">اے د آسمان مخلوقه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ.</verse>
				<verse number="2">د مالِک خُدائ د جلالى نوم ثناء صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ عبادت د هغۀ د مقدس شان په مطابق وکړئ.</verse>
				<verse number="3">آواز د مالِک خُدائ د دريابونو دپاسه اورېدے شى، د تندر په شان، د زورَورو اوبو دپاسه د جلالى خُدائ آواز اورېدے شى د تندر په شان.</verse>
				<verse number="4">آواز د مالِک خُدائ ډېر زورَور دے، د مالِک خُدائ د آواز لوئ شان دے.</verse>
				<verse number="5">د مالِک خُدائ آواز د زورَور دِيار ونې ماتوى، د مالِک خُدائ آواز د لبنان د دِيار ونې ماتوى.</verse>
				<verse number="6">هغه د لبنان غرونه په ټوپونو کوى د سخى په شان، هغه د حرمون غر په ټوپونو کوى لکه د ځوان ځنګلى غوَيى په شان.</verse>
				<verse number="7">د مالِک خُدائ آواز شُغله کوى لکه د برېښنا په شان.</verse>
				<verse number="8">د مالِک خُدائ آواز صحراګانې لړزوى، د مالِک خُدائ آواز د قادِس دشته خوځوى.</verse>
				<verse number="9">د مالِک خُدائ آواز د څېړۍ ونې کږوى او د ځنګلى ونو پاڼې رژوى، د هغۀ په کور کښې هر يو چغې وهى چې، ”خُدائ لوئ ‎‎دے.“</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ په سېلاب باندې هم خپل حکومت کوى، مالِک خُدائ د تل دپاره بادشاهى کوى.</verse>
				<verse number="11">طاقت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ، د امن او امان برکت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="30">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه ستا ثناء صِفت بيانوم، ځکه چې تا زۀ بچ کړم، زۀ دې د دشمنانو د مسخرو نۀ کړم.</verse>
				<verse number="2">اے مالِکه زما خُدايه، ما مدد دپاره تا ته زارى وکړله او تا ما له شفا راکړله.</verse>
				<verse number="3">اے مالِکه خُدايه تا زۀ د قبر نه راوويستم، تا زۀ د مرګ کندې ته د غورزېدو نه بچ کړم.</verse>
				<verse number="4">اے مقدسينو مالِک خُدائ ته سندرې ووايئ، د هغۀ د مقدس نوم ثناء صِفت ادا کړئ.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې د هغۀ غضب يوه لحظه وى، خو د هغۀ فضل د ټول عمر وى، ژړا صرف د شپې وى، خو سحر کښې بيا خوشحالى وى.</verse>
				<verse number="6">کله چې زۀ ښۀ ومه نو ما داسې وئيل، ”زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم.“</verse>
				<verse number="7">اے مالِکه خُدايه، لکه غر په شان ستا فضل زۀ قوى کړم، چې مخ دې رانه واړولو نو زۀ شومه مايوسه او حېران.</verse>
				<verse number="8">اے مالِکه خُدايه، ما تا ته ژړا او فرياد وکړو ما مالِک ته د رحم سوال وکړو او ومې وئيل،</verse>
				<verse number="9">”تا ته څۀ فائده ده چې زۀ مړ شم، او ګور ته لاړ شم؟ زما خاورې ستا ثناء صِفت کولے شى څۀ؟ دا ستا وفادارى بيانولے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="10">اے مالِکه خُدايه، رحم په ما وکړه سوال مې واوره، اے مالِکه خُدايه، زما مددګار شه.“</verse>
				<verse number="11">تا زما وير د خوشحالۍ په ګډا باندې بدل کړو، تا رانه د غم جامې کوزې کړې او د خوشحالۍ لباس دې راکړو،</verse>
				<verse number="12">نو ستا ثناء صِفت به کوم او خاموش به نۀ شم. اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، زۀ به د ټول عمر دپاره ستا شکريه ادا کړم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="31">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، زۀ تا له د پناه دپاره راغلے يم، ما بچ کړه چې زۀ ونۀ شرمېږم. په خپل عدالت کښې دې ما له خلاصون راکړه.</verse>
				<verse number="2">خپل غوږ دې ما ته راواړوه زر راشه او خلاصون راکړه ما له، زما د بچ کولو ګټ او مضبوطه قلعه جوړه شه چې په کوم کښې به امان راکوې ما له.</verse>
				<verse number="3">تۀ زما ګټ او زما قلعه يې. د خپل نوم د خاطره دې زما لارښودنه وکړه،</verse>
				<verse number="4">ما د هغه دام نه آزاد کړه چې کوم يې په پټه خور کړے دے، ځکه چې تۀ زما د پناه ځائ يې.</verse>
				<verse number="5">زۀ ستا لاسونو ته خپل روح سپارم، مالِکه خُدايه تۀ وفادار خُدائ يې تا زۀ بچ کړم.</verse>
				<verse number="6">څوک چې د بې‌کاره بُتانو عبادت کوى د هغوئ نه زما نفرت دے. اے مالِکه خُدايه په تا باندې زما يقين دے.</verse>
				<verse number="7">زۀ به ستا ابدى مينه کښې خندا او خوشحالى کوم، ځکه چې تا په تکليفونو کښې وليدم، او تۀ زما د زړۀ په مشکلاتو کوې پام.</verse>
				<verse number="8">زۀ دې د دشمن لاسونو ته ورنۀ کړم پراخه مېدان ته دې زۀ بوتلم.</verse>
				<verse number="9">اے مالِکه خُدايه په ما مهربان شه په سختۍ کښې يم، د غم په وجه د سترګو نظر مې لاړو ړوند شوم، په بدن او روح کمزورے شوم.</verse>
				<verse number="10">ژوند مې په غم تير شو، د خفګان سره مې عمر لنډ شو، ګناهونو مې زور ختم کړے دے، او هډُوکى مې کمزورى شول.</verse>
				<verse number="11">دشمنان او ګاونډيان ټول راته په سپکه سترګه ګورى، تر دې چې دوستان هم ما ته د نزدې راتلو نه يريږى. کله چې ما کوڅو کښې ووينى، دوئ بل طرف ته زغلى.</verse>
				<verse number="12">لکه مړے چې څوک هېر کړى داسې هېر شوم، زۀ لکه د يو مات لوښى په شان جوړ شوم.</verse>
				<verse number="13">د ځان په حقله ما د ډېرو افواګانې واورېدلې، او د هرې خوا نه په يرو کښې راګېر شوم. زما د ختمولو منصوبې دشمن جوړې کړې.</verse>
				<verse number="14">خو اے مالِکه خُدايه په تا دے يقين زما، وايمه چې، ”هم تۀ خُدائ يې زما.“</verse>
				<verse number="15">ستا په لاسونو کښې دے مستقبل زما، د دشمنانو نه مې بچ کړه څوک چې ظلم کوى په ما.</verse>
				<verse number="16">خپله د مخ رڼا دې په خپل خِدمتګار وځلوه. په خپله نۀ ختمېدونکې مينې سره دې ما بچ کړه.</verse>
				<verse number="17">چې زۀ ونۀ شرمېږمه اے مالِکه خُدايه، خو د مدد دپاره زۀ تا ته فرياد کوم. بدعمله دې شرمنده شى، هغوئ دې په لحد کښې غلې شى.</verse>
				<verse number="18">د هغوئ دروغژنې ژبې دې غلې شى هغه مغرورې ژبې چې نېکانو پسې سپکې وائى.</verse>
				<verse number="19">ستا احسان څومره لوئ وى چې تا ساتلى د هغه چا دپاره څوک چې تا نه يريږى. هر هغه چا ته يې زيات ورکوې څوک چې تا ته د پناه دپاره راځى، او د ټولو خلقو په وړاندې هغوئ له برکت ورکوې.</verse>
				<verse number="20">د خپل حضور د سورې لاندې تۀ هغوئ له پناه ورکوې، تۀ هغوئ د خلقو د پټو منصوبو نه بچ ساتې، او په خپل حضور کښې د خلقو د سپکو خبرو نه ورله پناه ورکوې.</verse>
				<verse number="21">د مالِک خُدائ ثناء دې وى، هغۀ ما ته خپله خاص مينه وښودله کله چې زۀ ګېر شوى ښار کښې محاصره وم.</verse>
				<verse number="22">نو د يرې نه ما چغه کړه چې، ”زۀ د مالِک نظر نه غورزېدلے يم.“ خو تا زما واورېدل کله چې زۀ د مدد دپاره ژړېدلے يم.</verse>
				<verse number="23">اے ټولو مقدسينو د مالِک خُدائ سره مينه کوئ، مالِک خُدائ خپل وفادار بچ کوى، او د کبرژنو نه پوره بدله اخلى.</verse>
				<verse number="24">نو تاسو زړَور او تکړه اوسئ، اے ټولو څوک چې د مالِک خُدائ نه اُميد لرئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="32">
				<verse number="1">بختور دى هغوئ د چا نافرمانى چې معاف شوه، او د چا په ګناهونو چې پړده واچولے شوه.</verse>
				<verse number="2">نو څومره بختور هغه کس دے د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى او څوک چې په خپل ژوند کښې ټګى نۀ کړى.</verse>
				<verse number="3">خو چې کله ما خپله ګناه پټوله، نو زما بدن کمزورے کېدلو او ټوله ورځ هډوکو به مې درد کولو.</verse>
				<verse number="4">هر کله چې شپه او ورځ ستا د اصلاح دروند لاس په سر وو زما، لکه په سختې ګرمۍ کښې زور شو ختم زما.</verse>
				<verse number="5">نو آخر هم ما د خپلې ګناه اقرار وکړو تا ته خو ما پټې نۀ کړې خپلې خطاګانې له تا نه. نو ما ووئيل خپل ځان سره چې، ”خپله سرکشى به مالِک خُدائ ته بيان کړم.“ نو بيا تا زما د ګناهونو خطا معاف کړه.</verse>
				<verse number="6">نو د دې دپاره هر څوک چې نېکان وى هغوئ دې هم دا اوس دُعا وغواړى له تا نه، بې‌شکه دوئ ته به ونۀ رسيږى تکليفونه کۀ هم راشى لوئ سېلابونه.</verse>
				<verse number="7">تۀ زما پناه ګاه يې او د تکليفونو نه دې بچ کړم، او زۀ دې د کاميابۍ په نغمو کښې تاو کړم.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم.</verse>
				<verse number="9">د مست آس يا قچر په شان مۀ جوړېږئ چې د واګو او قېزې نه بغېر نۀ قابو کيږى.</verse>
				<verse number="10">بدکارانو او شريرانو له غمونه ډېر وى، خو د چا چې په هغۀ باندې توکل وى د مالِک خُدائ مينه د هغۀ نه ګېرچاپېره وى.</verse>
				<verse number="11">نو په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسئ، تاسو ټول چې د هغۀ تابعدار يئ، د خوشحالۍ چغې ووهئ، تاسو د چا زړونه چې صفا دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="33">
				<verse number="1">اے صادقانو، مالِک خُدائ ته د خوشحالۍ سندرې ووايئ، دا د صادقانو دپاره ښۀ دى چې د هغۀ ثناء ووائى.</verse>
				<verse number="2">د بينجو د ساز سره د مالِک خُدائ ثناء خوان شئ، د رباب په لسو تارو ساز کښې د هغۀ ثناء خوان شئ.</verse>
				<verse number="3">په نوې حمد د هغۀ ثناء صِفت ادا کړئ، په حکمت سره رباب ووهئ، او د خوشحالۍ دپاره چغې ووهئ.</verse>
				<verse number="4">د مالِک خُدائ کلام رښتونے دے، څۀ چې هغه کوى ټول د اطمينان دى.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ د صداقت او اِنصاف سره مينه کوى، د هغۀ په ازلى مينې ټوله زمکه ډکه ده.</verse>
				<verse number="6">د مالِک خُدائ په کلام سره جوړ شوى آسمانونه دى، د هغۀ د خولې په کلام نمر، سپوږمۍ او ټول ستورى جوړ شوى دى.</verse>
				<verse number="7">هغۀ د سمندر اوبۀ په يو ځائ جمع کړى دى، هغۀ د سمندر اوبۀ په ذخيرو کښې بندې کړې دى.</verse>
				<verse number="8">د مالِک خُدائ نه دې ټوله دُنيا يره وکړى، د زمکې هر کس دې د هغۀ احترام وکړى.</verse>
				<verse number="9">نو چې هغۀ وفرمائيل، دُنيا پېدا شوه، د هغۀ په حُکم ژوند پېدا شو.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ د قومونو منصوبې بې‌نتيجې کوى، هغه د هغوئ ټولې منصوبې باطلوى.</verse>
				<verse number="11">خو د مالِک خُدائ منصوبې به د تل دپاره قائمې شى، او د هغۀ ارادې به هيڅکله خوځولے نۀ شى.</verse>
				<verse number="12">څومره بختور دے هغه قوم د چا خُدائ چې مالِک خُدائ وى، او د خپل ميراث دپاره چې هغۀ غوره کړى وى.</verse>
				<verse number="13">د آسمان نه مالِک خُدائ لاندې ګورى او هغه ټول بنيادمان وينى،</verse>
				<verse number="14">د خپل تخت نه هغه کتل کوى ټول خلق وينى کوم چې په زمکه اوسېدل کوى.</verse>
				<verse number="15">هغه د ټولو د زړونو جوړونکے دے، نو د هغوئ په هر عمل هغه خبر دے.</verse>
				<verse number="16">يو بادشاه به هم د خپل لښکر په ډيروالى بچ نۀ شى، او نۀ به کوم تکړه سپاهى په خپل زور تښتېدے شى.</verse>
				<verse number="17">د خلاصون دپاره جنګى آس بې‌فائدې شى، هغه په خپل ټول زور بيا هم تا بچ کولے نۀ شى.</verse>
				<verse number="18">مالِک خُدائ په هغوئ نظر ساتى څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ باندې چې د هغۀ په ازلى مينه اُميد ساتى،</verse>
				<verse number="19">هغه دوئ د مرګ نه بچ ساتى او د قحط په وخت کښې يې ژوندى ساتى.</verse>
				<verse number="20">مونږ په مالِک خُدائ باندې توکل کوُو، هغه زمونږ مدد او زمونږ ډال دے.</verse>
				<verse number="21">په هغۀ کښې زمونږ زړونه خوشحاله دى، او د هغۀ په پاک نوم زمونږ ايمان دے.</verse>
				<verse number="22">مالِکه خُدايه، ستا ابدى مينه دې مونږ سره وى. لکه څنګه چې له تا نه زمونږ اُميد وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="34">
				<verse number="1">هر وخت به زۀ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، زۀ به په خپله ژبه ټول عمر د هغۀ ثناء صِفت کوم.</verse>
				<verse number="2">په مالِک خُدائ به زما روح فخر کوى، بې‌وسه خلق دې خوشحالى کوى.</verse>
				<verse number="3">راځئ ما سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړئ، او په شريکه د هغۀ نوم ته لوئى ورکړئ.</verse>
				<verse number="4">نو هغه ما ته جواب راکوى کله چې زۀ د مالِک خُدائ نه سوال کوم، زۀ يې د خپلې هرې يرې نه خلاص کړم.</verse>
				<verse number="5">څوک چې په هغۀ توکل کوى نو د خوشحالۍ نه ځليږى، مختورن به نۀ وى او نۀ به شرميږى.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ زما عاجز دُعا واورېدله، د خپلو ټولو تکليفونو نه هغۀ زۀ خلاص کړم.</verse>
				<verse number="7">د مالِک خُدائ فرښتې د هغه خلقو نه ګېرچاپېره وى، بچ ساتى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه په ويره وى.</verse>
				<verse number="8">د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے،</verse>
				<verse number="9">اے ټولو مقدسينو د مالِک خُدائ نه يره کوئ، د هغوئ به د هيڅ څيز کمے نۀ وى څوک چې ترې نه يره کوى.</verse>
				<verse number="10">د زمرى بچى به اوږى او کمزورى شى، خو د چا چې په مالِک خُدائ باندې توکل وى هغه به د هيڅ څيز محتاجه نۀ شى،</verse>
				<verse number="11">راځئ، زما بچو، ما ته غوږ شئ، نو تاسو به د مالِک خُدائ د يرې نه خبر کړم.</verse>
				<verse number="12">په تاسو کښې څوک داسې شته چې ډېر اوږد عمر غواړى ښې او نېک بختې ورځې ليدل غواړى،</verse>
				<verse number="13">نو په خپلې ژبې سره بد مۀ وايئ او په خپلو شونډو سره دروغ مۀ وايئ.</verse>
				<verse number="14">ښۀ کوئ او د بدو نه ځان ساتئ، امن قائم ساتئ او د هغې کوشش کوئ.</verse>
				<verse number="15">د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى.</verse>
				<verse number="16">خو مالِک خُدائ د هغوئ خلاف وى څوک چې بد کارونه کوى، او د هغوئ نام و نشان د زمکې د مخ نه ورَکَوى.</verse>
				<verse number="17">نو مالِک خُدائ يې اورى کله چې صادقان فرياد کوى، او د ټولو مصيبتونو نه ورته خلاصون ورکوى.</verse>
				<verse number="18">مالِک خُدائ هغه چا ته ورنزدې دے څوک چې غمژن وى او هغوئ ته خلاصون ورکوى څوک چې بې‌حوصلې وى.</verse>
				<verse number="19">کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى، خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى.</verse>
				<verse number="20">نو مالِک خُدائ د هغۀ د ټولو اندامونو حفاظت کوى، چې کله به د هغوئ نه يو هم مات نۀ شى.</verse>
				<verse number="21">بدعمله به په خپله بدکارۍ ټول تباه شى، او د صادقانو دشمن ته به سزا ورکړے شى.</verse>
				<verse number="22">خو مالِک خُدائ به خپلو خادِمانو ته خلاصون ورکوى، هيڅ يو به هم مجرم نۀ شى څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="35">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، د هغوئ مخالفت وکړه، څوک چې زما مخالفت کوى، هغوئ سره جنګ وکړه څوک چې زما خلاف جنګ کوى.</verse>
				<verse number="2">خپل ډال زغره دې راواخله، راپاڅه او زما مدد له راشه.</verse>
				<verse number="3">د هغوئ خلاف څوک چې ما پسې دى خپله تُوره او نېزه دې راواخله. چې تۀ زما خلاصونکے يې خُدايه، په دې ما مطمئن کړه.</verse>
				<verse number="4">څوک چې ما قتلول غواړى بې‌عزته او شرمنده دې شى، څوک چې ما بربادول غواړى ناکام او شرمنده دې شى.</verse>
				<verse number="5">هغوئ دې په هوا کښې لکه د بوسو په شان والوځى، او د مالِک خُدائ فرښته دې هغوئ وزغلوى.</verse>
				<verse number="6">د هغوئ لار دې تيارۀ او ښوئېدونکې شى، فرښته د مالِک خُدائ دې ورپسې شى.</verse>
				<verse number="7">بې‌سببه هغوئ ما ته اېښودى دى دامونه بې‌سببه يې زما د نيولو دپاره کوهے کنستے دے،</verse>
				<verse number="8">بربادى دې ناګهانه ورباندې راشى ما ته اېښى جال کښې دې په خپله ګېر شى، ما ته چې کنستې ده په هم هغه کنده کښې دې ګېر شى.</verse>
				<verse number="9">نو بيا زۀ به د مالِک خُدائ خوشحالى کوم. چې هغه مې بچ کوى نو زۀ به خوشحالى کوم.</verse>
				<verse number="10">زما ټول ځان به ثنا وائى ستا، ”مالِکه خُدايه بل څوک دے لکه ستا؟ د زورَورو نه کمزورى څوک بچ کولے شى. حاجتمند او مسکينان څوک د شوکمارو نه بچ کولے شى؟“</verse>
				<verse number="11">بې‌رحمه ګواهانو په دروغو وکړه ګواهى په ما، چې بلکل ترې خبر نۀ يم هغه اِلزامونه يې ولګول په ما.</verse>
				<verse number="12">هغوئ د ښو په بدل کښې بد راسره کوى، او زۀ په غم باندې اخته يم.</verse>
				<verse number="13">خو ما د هغوئ په بيمارۍ، د غم جامې واچولې روژه دار شوم. او په روژه نيولو او دُعا کولو د دوئ دپاره عاجز شوم، ما د عاجزۍ نه په دُعا کښې سر ټيټ نيولے وو.</verse>
				<verse number="14">زۀ داسې خفه وم لکه څنګه چې څوک وى، خفه په غم د دوستانو يا د ورور. داسې مې سر ټيټ کړے وو لکه څنګه څوک ‎چې وير کوى د خپلې مور.</verse>
				<verse number="15">خو دوئ ټول خوشحاله وُو چې راغلے وو غم په ما، په ملنډو سره راټول شوى وُو دوئ خلاف زما، هغه کسانو راباندې حمله وکړه چې وُو اجنبيان او دوئ بې‌عزتى کوى په ما پورې مدام.</verse>
				<verse number="16">لکه د بدکارانو غوندې په بې‌رحمۍ سره يې وکړله ما پورې خندا، دوئ د نفرت نه خپل غاښونه وچيچل په ما.</verse>
				<verse number="17">اے مالِکه خُدايه، ترڅو پورې به تۀ دوئ ته ګورې؟ ما د دوئ د خطرناکو حملو نه بچ کړه، زما ژوند د دې زمرو نه بچ کړه.</verse>
				<verse number="18">نو بيا به زۀ ستا شُکر په لويه ډله کښې ادا کړم. زۀ به په ټولو خلقو کښې ستا ثناء صِفت وکړم.</verse>
				<verse number="19">مۀ پرېږده چې زما دشمنان زما په شکست باندې خوشحاله شى، مۀ پرېږده هغوئ چې نفرت کوى له ما چې په غم زما خوشحاله شى.</verse>
				<verse number="20">د خېر خبرې نۀ کړى د شر خبرې کوى، وائى دروغ د هغو پسې څوک چې ژوند په امن کوى.</verse>
				<verse number="21">هغوئ په زوره د واه واه چغې وهى، وائى چې، ”مونږ په خپلو سترګو ليدلے دے.“</verse>
				<verse number="22">تا وليدل په خپله، مالِکه خُدايه، مۀ چپ کېږه، اے مالِکه خُدايه، اوس ما مۀ پرېږده،</verse>
				<verse number="23">راپاڅه، تۀ راپاڅه او زما دفاع وکړه، زما دپاره وکالت وکړه، زما پاکه خُدايه او زما مالِکه،</verse>
				<verse number="24">مالِکه خُدايه، زما خُدايه د خپل عدالت په مطابق زما د بې‌ګناهۍ اعلان وکړه، چې په مصيبت کښې په ما خوشحالى وکړى زما دشمنان مۀ پرېږده.</verse>
				<verse number="25">چې هغوئ په زړۀ کښې دا ونۀ وائى خپل، ”ګورئ هغه وشول څۀ چې مونږ غوښتل.“ او دوئ اوس نۀ شى وئيلے چې، ”دے مونږ‎ ژوندے تير کړو.“</verse>
				<verse number="26">څوک چې زما په تکليفونو خوشحاليږى هغوئ دې خوار شى او ودې شرميږى، څوک چې خپل ځان زما دپاسه کوى په بې‌شرمۍ او په بې‌عزتۍ کښې دې پټ شى.</verse>
				<verse number="27">څوک چې زما طرفدارۍ له راشى نو هغوئ له لويه خوشحالى ورکړه، هغوئ دې تل د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کوى څوک چې د خپل خِدمتګار په خير باندې ‎پُراَمنه خوشحالى کوى.</verse>
				<verse number="28">نو زۀ به په ژبه ستا صداقت بيانوم، ټوله ورځ به زۀ ستا ثناء صِفت کوم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="36">
				<verse number="1">د ګناه وهم بدکارو ته په زړۀ کښې لمسون کوى. هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى.</verse>
				<verse number="2">هغوئ په خپل نظر کښې ځان دوکه کوى، هغوئ ته پته نۀ لګى چې په خپله څومره بدکاره دى.</verse>
				<verse number="3">دوئ په ژبه د دوکې او د بدۍ خبرې کوى. هغوئ کار د عقل او ښۀ عمل نۀ کوى.</verse>
				<verse number="4">تر دې چې په خپل کټ کښې بدې منصوبې جوړوى. د بدکارانو په لاره تلل کوى د دوئ ارادې ښې نۀ دى. او د بدۍ نه مخ نۀ اړوى.</verse>
				<verse number="5">مالِکه خُدايه، ستا ابدى مينه آسمانونو ته رسيږى، او ستا وفادارى د وريځو نه بره رسيږى.</verse>
				<verse number="6">ستا رښتينوالے لکه د لويو غرونو په شان، ستا اِنصاف لکه د سمندر د ژوروالى په شان، اے مالِکه خُدايه تۀ خيال ساتې د انسان او هم د ځناورو.</verse>
				<verse number="7">خُدايه پاکه، ستا رښتينې او ابدى مينه څومره قيمتى ده. ټول انسانان ستا په وزرو کښې پناه اخلى.</verse>
				<verse number="8">معمور به کړې هغوئ په پرېمانه مېلمستيا د خپل کور، او تۀ به هغوئ د خپل برکتونو د درياب نه کړې معمور.</verse>
				<verse number="9">خو تۀ د ژوندون سرچينه يې، په کوم نُور چې مونږ ليدل کوُو تۀ هغه نُور يې.</verse>
				<verse number="10">خپل ابدى رحمت دې په هغوئ نازل کړه څوک چې تا سره مينه کوى، او خپل خلاصون ورکړه هغوئ ته څوک چې صادقان دى.</verse>
				<verse number="11">مۀ پرېږده چې ما د پښو لاندې کړى مغروران، مۀ پرېږده چې ما وشړى بدکاران.</verse>
				<verse number="12">ګوره، هغوئ چې بد کوى او بدکاران دى څنګه راوغورزېدل، د بيا پاڅېدو نۀ دى سر د لاندې راوغورزېدل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="37">
				<verse number="1">د بدکارانو په حقله ځان مۀ پرېشانوه، او د ګناهګارانو کارونو ته نيت مۀ بدوه.</verse>
				<verse number="2">ځکه دوئ به اوچ شى د واښو په شان، او شى به مړاوى د بوټو شنو په شان.</verse>
				<verse number="3">په مالِک خُدائ توکل وکړه او نېکى کوه، نو په زمکه باندې په امن سره ژوندون کوه.</verse>
				<verse number="4">په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسه، نو هغه به پوره کړى ستا د زړۀ ارمانونه.</verse>
				<verse number="5">هر څۀ چې تۀ کوې هغه خپل مالِک خُدائ ته وسپاره، په هغۀ يقين لره هغه به شى ستا مددګاره.</verse>
				<verse number="6">هغه به ستا رښتينوالے لکه د سحر هسې روښانه کړى، او تا سره اِنصاف به لکه د غرمې د نمر هسې روښانه کړى.</verse>
				<verse number="7">د مالِک خُدائ په وړاندې چپ ودرېږه، او په صبر سره د هغۀ فېصلو ته انتظار کوه، او د بدکارانو په کاميابۍ او منصوبو مۀ خفه کېږه.</verse>
				<verse number="8">تۀ قهر او غصه مۀ کوه او مۀ خفه کېږه، دا به صرف تا د نقصان په طرف پرېږدى.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې تباه به شى بدکاران، څوک چې په مالِک خُدائ لرى ايمان، دوئ به شى ضرور د زمکې وارثان.</verse>
				<verse number="10">په لږ وخت کښې به فنا شى بدکاران، تاسو به يې لټون کوئ خو پېدا به نۀ شى بدکاران.</verse>
				<verse number="11">د زمکې وارثان به جوړ شى عاجزان، په خوشحالۍ سره به اوسيږى په امان.</verse>
				<verse number="12">بدکاران د صادقانو خلاف منصوبې جوړوى او د غصې نه ورته خپل غاښونه چيچى.</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ شريرانو پورې خاندى، ځکه چې هغه د دوئ د قضا ورځ وينى.</verse>
				<verse number="14">راکاږى ليندې، خپله تُوره راوباسى بدکاران، ترڅو چې پرې مړۀ کړى غريبان او مظلومان، او چې مړۀ کړى هغوئ څوک دى صادقان.</verse>
				<verse number="15">خو په خپلو تُورو به سورې شى هم د دوئ زړونه او د دوئ ليندې به ماتې شينه</verse>
				<verse number="16">د يو صادق چې لږ مال او دولت وى، د بدعملو د ډېر دولت نه به قيمتى وى.</verse>
				<verse number="17">او مالِک خُدائ به د بدعملو زور ختم کړى، خو د صادقانو به حفاظت وکړى.</verse>
				<verse number="18">هر وخت د مالِک خُدائ د نېکانو په ژوندون باندې نظر وى، او هغوئ ته به هغه ميراث ورکړے شى چې ابدى وى.</verse>
				<verse number="19">په وخت د مصيبت کښې به هغوئ شرمنده نۀ شى، او دا چې د قحط په ورځو کښې به هغوئ ماړۀ شى.</verse>
				<verse number="20">خو بدکاران به فنا شى، او د مالِک خُدائ دشمنان به لکه د صحرا د ګلونو په شان ختم شى، او لکه د لوګى په شان به د نظر نه فنا شى.</verse>
				<verse number="21">قرض اخلى او هيڅکله يې نۀ واپس کوى بدکاران، خو ورکوى خير خېرات په سخاوت سره صادقان.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ چې چا ته برکت ورکړى دوئ به د زمکې وارثان شى، خو په چا چې لعنت وکړى د دُنيا نه به فنا شى.</verse>
				<verse number="23">کۀ مالِک خُدائ د نېکانو د کردار نه خوشحاله وى، هغه د هغوئ قدمونه سموى.</verse>
				<verse number="24">کۀ تيندک وخورى نو وبه نۀ غورزيږى، ځکه چې مالِک خُدائ يې په خپلو لاسونو کښې اوچتوى.</verse>
				<verse number="25">ځوان ومه، بوډا شومه، صادقان مې بې‌اسرى ليدلى نۀ دى، او د هغوئ بچى مې د روټۍ په سوال ليدلى نۀ دى.</verse>
				<verse number="26">په آزاد لاس ورکوى سخاوتونه نېکان، د دې برکتونه به وګورى د هغوئ بچيان.</verse>
				<verse number="27">د بدو لاس په سر شئ، ښۀ کارونو ته ځان سپارئ، نو بيا به تاسو ټول عمر په دُنيا کښې اوسېږئ.</verse>
				<verse number="28">مالِک مينه کړى د اِنصاف سره او هغه به هيڅکله ‎پرې نۀ ږدى نېکان، هغه به دوئ وساتى په امان خو تباه به شى اولاد د بدکاران.</verse>
				<verse number="29">خو نېکانو ته به زمکه په ميراث کښې ورکړى، او صادقان به تر ابده په کښې سکونت کړى.</verse>
				<verse number="30">نېکان خلق خبرې د حکمت کړى، او د هغوئ ژبه د اِنصاف خبرې کړى.</verse>
				<verse number="31">د خُدائ پاک قانون د هغۀ په زړۀ کښې دے، نو ځکه د سمې لارې نه نۀ ښوئيږى د هغۀ پښې.</verse>
				<verse number="32">بدکاران صادقانو ته پټ ناست وى، ‎ او د هغوئ د قتلولو موقع لټوى.</verse>
				<verse number="33">مالِک خُدائ به يې هغوئ ته حواله نۀ کړى، په وخت د عدالت به صادقان مجرمان نۀ کړى.</verse>
				<verse number="34">او په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ او د هغۀ د حُکمونو اِطاعت کوئ، هغه به تا اوچت کړى چې زمکه درله درکړى. او تۀ به وګورې چې بدعمله تباه کړى.</verse>
				<verse number="35">ما بې‌رحمه او ظالمان ليدلى دى، لکه څنګه چې شنه ونه په خپل ځائ کښې لوئيږى.</verse>
				<verse number="36">خو چې دوباره مې وليدل، هغوئ د دُنيا نه تلى وُو، ما چې کله هغوئ لټول نو بيا نۀ وُو.</verse>
				<verse number="37">نېکانو او صادقانو ته وګوره، د دوئ آئنده به وى په خير سره.</verse>
				<verse number="38">خو باغيان به ټول تباه شى، او د هغوئ نسل به نيست و نابود شى.</verse>
				<verse number="39">مالِک خُدائ نېکانو ته خلاصون ورکوى، او هغه په وخت د مصيبت کښې دوئ ته پناه ورکوى.</verse>
				<verse number="40">مالِک خُدائ د هغوئ مدد کوى، او د بدعملو نه خلاصون ورکوى، هغه دوئ بچ کوى ځکه چې دوئ د هغۀ نه پناه اخلى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="38">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، په خپل قهر کښې ما مۀ رټه تۀ په خپله غصه کښې سزا ما ته مۀ راکوه.</verse>
				<verse number="2">ځکه چې ستا غشو سورے کړے يم، او په خپل لاس دې وهلے يم.</verse>
				<verse number="3">ستا د قهر په وجه زما وجود کښې بيمارى ده، زما د ګناه په وجه هډوکى مې مات شوى دى.</verse>
				<verse number="4">زما ګناهونه په ما باندې غالب شوى دى، د ګناه دا پنډ د وړلو د برداشت نه بهر شوے دے.</verse>
				<verse number="5">پرهرونه مې ټول سخا شول بوئ ترې روان شوے دے، زما د کم عقلتوب په وجه مې ځکه دا حال دے.</verse>
				<verse number="6">زۀ کوږ شوے خراب شوے يم، زۀ د درد په وجه ټوله ورځ غمژن يم.</verse>
				<verse number="7">او ملا مې د سرې تبې په وجه سوزيږى، او په بدن کښې مې دم نشته ختميږى.</verse>
				<verse number="8">زۀ کمزورے شوے بلکل تباه شوے يم، زۀ زبيرګى کوم په زړۀ باندې غمژن يم.</verse>
				<verse number="9">اے مالِکه خُدايه، زما ټول ارمانونه ستا په وړاندې ښکاره دى، او زما اسويلى آهونه ستا نه پټ نۀ دى.</verse>
				<verse number="10">زړۀ زما درزيږى زما زور په ختمېدو دے، تر دې چې مې نظر د سترګو په ختمېدو دے.</verse>
				<verse number="11">د بيمارۍ په وجه زما دوستان او ملګرى زما نه په ډډه ودريږى، تر دې چې خپل خاندان هم رانه لرې لرې کيږى.</verse>
				<verse number="12">دشمنانو راته اېښى دى دامونه هغوئ ما قتلول غواړى، زما د تباهۍ منصوبې جوړوى څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، دوئ ټوله ورځ منصوبې جوړوى راسره دوکه کول غواړى.</verse>
				<verse number="13">خو زۀ لکه د يو کُوڼ په شان هيڅ نۀ اورم، او زۀ د يو ګونګا په شان شوے يم څۀ نۀ وايم.</verse>
				<verse number="14">زۀ د يو داسې کس په شان شوے يم چې اورېدے نۀ شى، او په خولۀ باندې هيڅ جواب ورکولے نۀ شى.</verse>
				<verse number="15">زۀ ستا په طمع يمه، اے مالِکه خُدايه. اے مالِکه خُدايه تۀ جواب راکړه، ما له زما پاکه خُدايه.</verse>
				<verse number="16">زۀ تا ته کوم سوال دوئ ما پورې خندا ته مۀ پرېږده کله چې زۀ پرېوځم هغوئ مۀ خوشحالوه.</verse>
				<verse number="17">ځکه زۀ غورزېدو ته نزدې شوے يم، او مسلسل دردونو راګېر کړے يم.</verse>
				<verse number="18">زۀ د خپلو ټولو ګناهونو اقرار کوم، زۀ په خپلو ګناهونو ډېره پښېمانتيا کوم.</verse>
				<verse number="19">زما دشمنان ډېر او تکړه دى، ډېر دى چې بې‌وجې ما نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="20">د ښو په ځائ دوئ ما سره بد کوى زۀ نېکى کوم په دې وجه هغوئ ما سره بدى کوى.</verse>
				<verse number="21">اے مالِکه خُدايه، ما مۀ پرېږده، اے زما پاکه خُدايه، زما نه لرې مۀ ودرېږه.</verse>
				<verse number="22">زر راشه او زما مدد وکړه، اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکيه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="39">
				<verse number="1">ما ووئيل چې، ”زۀ به د خپل عمل خيال ساتم نو چې په خپله ژبه ګناه ونۀ کړم، ترڅو چې بدعمله زما د وړاندې وى زۀ به خپله ژبه چپ ساتم.“</verse>
				<verse number="2">زۀ خو خاموش ولاړ وم، او هيڅ خبره مې هم نۀ کوله، په دې باندې زما پرېشانى نوره هم زياتېدله.</verse>
				<verse number="3">زما د زړۀ پرېشانى او غم زياتېدلو. ما چې څومره سوچ کولو، نو دومره مې غم زياتېدو، خو آخر هم ما د خپل ځان سره ووئيل،</verse>
				<verse number="4">”اے مالِکه خُدايه، زما ژوندون چې څومره دے ما ته راوښايه، چې زما عمر به څومره وى ما ته زما د مرګ نېټه راوښايه، ما ته وښايه چې څومره فانى يم.</verse>
				<verse number="5">تا زما د ژوند نه د ژمې مازيګر جوړ کړو، زما ژوند دې په خپل نظر يوه لحظه کړو، د ټولو انسانانو ژوندون صرف هوا ده.</verse>
				<verse number="6">هر انسان د سورى په شان په تېزۍ سره د مرګى طرف ته روان وى، دوئ مال راټولوى خو خبر نۀ دى چې دا به څوک خرچ کوى.</verse>
				<verse number="7">خو اوس، اے مالِکه خُدايه، زۀ د څۀ طمع کوم؟ زۀ په تا باندې توکل کوم.</verse>
				<verse number="8">زما د سرکشۍ نه ما بچ کړه، ما د کم عقلو د خندا مۀ جوړوه.</verse>
				<verse number="9">زۀ چپ وم، ما خپله خولۀ بنده کړې وه، ځکه چې هر څۀ تا په خپله کړى وُو.</verse>
				<verse number="10">خپل عذاب دې ما نه اخوا کړه ډېر کړېدلے يم، زۀ ستا د لاس په وهلو ډېر ضعيفه شوے يم.</verse>
				<verse number="11">تۀ انسان د هغۀ د ګناه په وجه تنبيه کوې، او څۀ چې دوئ ته قيمتى وى تۀ هغه د دوئ نه لکه وَينو په شان خورې، انسان هيڅ نۀ دے خو بس يوه ساه ده،</verse>
				<verse number="12">اے مالِکه خُدايه، زما دُعا تۀ واوره، د مدد دپاره زما فرياد واوره، زما اوښکې مۀ نظر انداز کوه. زۀ خو د يوې لحظې مېلمه يم، لکه زما د پلار نيکۀ په شان يم.</verse>
				<verse number="13">ما لږ پرېږده چې دوباره خوشحاله شم، د دې نه مخکښې چې لاړ شم او فنا شم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="40">
				<verse number="1">په صبر ما د مالِک خُدائ انتظار وکړو، او هغۀ زما فرياد واورېدو او ما ته يې پام وکړو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم، او د لمدو خټو نه يې راوويستم. زما پښې يې په ګټ کېښودې او مضبوط يې ودرولم.</verse>
				<verse number="3">هغۀ زما په ژبه باندې نوې نغمه سازه کړه، او زمونږ د خُدائ پاک د ثناء صِفت حمد يې راکړو، ډېر چې دا ووينى نو هغوئ به وۀ يريږى او په مالِک خُدائ به يقين وکړى.</verse>
				<verse number="4">هغه سړے به بختور وى د چا چې ايمان په مالِک خُدائ وى، څوک چې مغرورانو ته رجوع نۀ کوى، د هغه کبرژنو څوک چې د بُتانو په وجه ګمراه شوى دى.</verse>
				<verse number="5">اے مالِکه خُدايه، زما خُدايه، تا زمونږ دپاره ډيرې معجزې کړې دى، تا زمونږ دپاره بې‌حسابه منصوبې جوړې کړې دى. تا سره هيڅ څوک برابر نشته دے زۀ يې شمېرلے نۀ شم ستا عجيبه کارونه خو بې‌شمېره دى.</verse>
				<verse number="6">تۀ خو د چا نه قربانۍ او نذرانې نۀ غواړې، تا زۀ په دې خبره باندې پوهه کړم، د هيچا نه هم سوزېدونکې يا د ګناه نذرانې نۀ غواړې.</verse>
				<verse number="7">ما درته ووئيل چې، ”ګوره زۀ حاضر يم، لکه څنګه چې په تورات کښې ليکلے شوى دى نو هغه وکړم.</verse>
				<verse number="8">پاکه خُدايه، چې زۀ ستا رضا پوره کړم، ستا قانون زما په زړۀ کښې ليکلے شوے دے.“</verse>
				<verse number="9">ما ستا د خلاصون زېرے په لوئ جماعت کښې بيان کړو، مالِکه خُدايه تۀ ښۀ خبر يې چې ما خپل بيان بند نۀ کړو،</verse>
				<verse number="10">ما په زړۀ کښې ستا د خلاصون خبره پټه نۀ کړه، هر ځائ کښې مې ستا د وفادارۍ او خلاصون خبره وکړه. ما ستا د ابدى مينې او وفادارۍ خبره په لوئ جماعت کښې وکړه.</verse>
				<verse number="11">مالِکه خُدايه، خپله مهربانى به په ما نۀ بندوې، ستا وفادارى او ابدى مينه به همېشه ما بچ کوى.</verse>
				<verse number="12">خو زۀ ډېرو مصيبتونو راګېر کړے يم، لار رانه خطا شوه په ګناهونو کښې ډوب شوے يم، ګناهونه مې د سر وېښتو نه ډېر دى بې‌وسه شوے يم.</verse>
				<verse number="13">ما بچ کړه، مالِکه خُدايه، د مدد دپاره زر راشه، اے مالِکه خُدايه.</verse>
				<verse number="14">څوک چې په کوشش زما د ژوند د ختمولو شى هغوئ دې وشرميږى او وارخطايۍ سره دې مخ شى، څوک چې په نېت زما د خرابولو شى هغوئ ټول دې ناکامه او شرمنده شى.</verse>
				<verse number="15">هغوئ دې ټول په شرم وشرميږى، څوک چې راپورې خندا کوى او ما پورې لګيږى.</verse>
				<verse number="16">څوک چې ستا په لټون شى هغوئ دې ټول تا سره خوشحاله شى، څوک چې ستا خلاصون سره مينه کوى او دوئ دې تل دا وائى چې، ”مالِک خُدائ لوئ دے.“</verse>
				<verse number="17">بيا هم زۀ غريب او حاجتمند يم، زۀ دې د مالِک خُدائ په نظر يم. زما مددګار او خلاصوونکيه، زر راشه، اے پاکه خُدايه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="41">
				<verse number="1">بختور دے هغه څوک چې د مسکينانو خيال ساتى، کله چې دے په تکليف کښې وى مالِک خُدائ ورله خلاصون ورکوى.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ به د هغۀ حفاظت کوى او ژوند به يې په امان کښې ساتى، هغه به په دُنيا کښې ورله برکت ورکړى او د دشمنانو د لاس نه به يې ساتى.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ به يې په بيمارۍ کښې خيال ساتى او هغه به يې د بيمارۍ د کټ نه روغ رمټ کړى.</verse>
				<verse number="4">ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه، په ما رحم وکړه ما له شفا راکړه، ځکه چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده.“</verse>
				<verse number="5">زما دشمنان په بدنېتۍ سره داسې وائى چې، ”کله به دے مړ شى، او نوم به يې څومره زر د زمکې مخ نه ورک شى؟“</verse>
				<verse number="6">هغوئ چې کله زما ليدو له راځى نو فضول خبرې کوى، او دروغ وائى او په زړۀ کښې شرارت راجمع کوى، او چې کله بهر ځى نو په هر ځائ کښې زما غېبت کوى.</verse>
				<verse number="7">زما دشمنان ټول زما خلاف خبرې کوى، هغوئ زما خلاف بد سوچونه کوى،</verse>
				<verse number="8">او دوئ وائى چې، ”په سخت رنځ پروت دے او د بيا پاڅېدو امکان يې د ‎دې رنځ نه نشته دے.“</verse>
				<verse number="9">تر دې چې زما نزدې دوست په چا باندې چې ما پوره يقين کولو، نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هغه هم زما خلاف شولو،</verse>
				<verse number="10">خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، په ما رحم وکړه، چې د هغوئ نه خپله بدله واخلم، ما دوباره روغ کړه.</verse>
				<verse number="11">چې تۀ رانه رضا يې زۀ په دې پوهېږم، تا زۀ د دشمنانو لاسونو ته پرې نۀ ښودم.</verse>
				<verse number="12">تا زۀ زما د تقوىٰ په وجه اوچت کړم، او د تل دپاره دې په خپل حضور کښې وساتلم.</verse>
				<verse number="13">مبارک دې وى مالِک، د بنى اِسرائيلو خُدائ، د ازل نه تر ابده آمين، آمين.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="42">
				<verse number="1">څنګه چې هوسۍ د نِهر اوبو پسې تلوسه کوى، داسې خُدايه پاکه، زړۀ مې تا پسې تلوسه کوى.</verse>
				<verse number="2">زما زړۀ د خُدائ پاک تږے دے، زۀ د ژوندى خُدائ پاک تږے يم. زۀ به کله لاړ شم چې د هغۀ حضور کښې ودرېږم؟</verse>
				<verse number="3">اوښکې مې خوراک دى شپه او ورځ زۀ ژړېږم، هر وخت راته خلق لګيا وى، ”ووايه، ستا خُدائ چرته دے؟“</verse>
				<verse number="4">تېر وخت چې راپه ياد شى په زړۀ باندې غمژن شم، چې څنګه ډېرو خلقو سره به زۀ د خُدائ کور ته تلم، او هغوئ به مې د خُدائ پاک عبادتګاه ته په خپله مشرۍ کښې بوتلل، نو په لويه ډله کښې به ما په تېزه د هغوئ سره د خوشحالۍ په آواز د شُکر ګزارۍ ثنا وئيله،</verse>
				<verse number="5">ولې خفه کېږې زما روحه؟ دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟ په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ، زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم، پاکه خُدايه ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.</verse>
				<verse number="6">زړۀ مې پرېشانه دے نو ځکه زۀ تا يادوم، د اُردن لرى مُلک او د حرمون او د مِضار د اوچت غرونو نه زۀ تا يادوم.</verse>
				<verse number="7">ستا د ژورو سمندرونو او ابشارونو شور زۀ اورم، موجونو او چپو د سمندر زۀ ډوب کړم.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ د ورځې خپله ابدى مينه په ما راوروى، د هغۀ حمد په شپه کښې زما زړۀ کښې وى، دُعا کوم هغه خُدائ پاک ته چې څوک ژوند راکوى.</verse>
				<verse number="9">څوک چې زما مضبوط ګټ دے، زۀ به خُدائ پاک ته داسې ووايم، ”ولې دې هېر کړے يم زما دشمنان په ما دومره ظلم ولې کوى چې زۀ غمژن ګرځم؟“</verse>
				<verse number="10">د دشمن پېغور هډوکى مات کړل ما له هر وخت راته لګيا وى دشمنان زما چې، ”ووايه اوس چرته دے خُدائ پاک ستا؟“</verse>
				<verse number="11">ولې خفه کېږې زما روحه، دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟ په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ، زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم، خُدايه ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="43">
				<verse number="1">اے پاکه خُدايه، ما بې‌ګناه وګرځوه، د بې‌ايمانه خلقو په خلاف زما په حق کښې فېصله واوروه، خو تۀ ما ته د بدکارانو او ټګمارانو نه خلاصون راکوه.</verse>
				<verse number="2">تۀ زما خُدائ پاک او زما قلعه يې، ولې دې رد کړے يم؟ نو ولې غمژن ګرځم دشمن راباندې ظلم کوى؟</verse>
				<verse number="3">خپل نُور او خپل حقيقت دې نازل کړه، چې ما ته لارښودنه وکړى، او ما دې هغه مقدس غر ته بوځى کوم ځائ چې تۀ اوسېږې.</verse>
				<verse number="4">زۀ به د خُدائ پاک قربان‌ګاه ته ورشم، هغه خُدائ د چا نه چې ډېر خوشحال شم، زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا ثناء صِفت وکړم، اے خُدايه، زما پاکه خُدايه.</verse>
				<verse number="5">ولې خفه کېږې زما روحه، دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟ په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ، زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم، پاکه خُدايه، ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="44">
				<verse number="1">اے پاکه خُدايه، مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دى، زمونږ پلار نيکۀ هر هغه څۀ مونږ ته بيان کړى دى، کوم کارونه چې تا د هغوئ په زمانه يعنې پخوا زمانه کښې د هغوئ دپاره کړى دى.</verse>
				<verse number="2">تا په خپل طاقت سره هغه قومونه وويستل، او زمونږ پلار نيکۀ دې ودان کړل، هغه خلق دې تباه کړل، زمونږ پلار نيکۀ دې آزاد کړل.</verse>
				<verse number="3">خو دا زمکه هغوئ په خپله تُوره نۀ وه ګټلې، او نۀ د هغوئ لاسونو ورته کاميابى ورکړې، دا خو ستا د ښى لاس، او ستا د مټ او ستا د مخ رڼا وه، ځکه چې تا هغوئ سره مينه کړې وه.</verse>
				<verse number="4">تۀ يې زما بادشاه او پاک خُدائ زما، چا چې د يعقوب اولاد له لويه کاميابى ورکړه.</verse>
				<verse number="5">ستا په زور مونږ خپل دشمنان په شا کړل، او ستا په نوم مونږ خپل دشمنان د پښو لاندې کړل.</verse>
				<verse number="6">زۀ په خپله لينده باندې يقين نۀ ساتم، نۀ په خپله تُوره د خلاصون يقين ساتم.</verse>
				<verse number="7">تا مونږ ته په خپلو دشمنانو فتح راکړه، تا زمونږ مخالفين شرمنده کړل.</verse>
				<verse number="8">مونږ ټوله ورځ په خُدائ پاک باندې فخر کوُو، مونږ به تل ستا د نوم حمد و ثناء کوُو.</verse>
				<verse number="9">خو اوس تا مونږه رد او رسوا کړُو، تلل دې زمونږ د لښکرو سره بند کړُو.</verse>
				<verse number="10">تا مونږ د دشمنانو په وړاندې په شا کړُو، او زمونږ دشمنانو مونږ لوټ کړُو.</verse>
				<verse number="11">مونږ تا د ګډو په شان حلالېدو ته پرېښودو، او د قومونو په مينځ کښې دې تس نس کړُو.</verse>
				<verse number="12">تا خپل خلق په کم قيمت خرڅ کړل، او د هغوئ په خرڅولو کښې دې هيڅ ګټه ونۀ کړله.</verse>
				<verse number="13">تا مونږ د خپلو ګاوڼديانو د خندا کړلو، تا مونږ د ګېرچاپېره خلقو د ټوقو او مسخرو کړلو.</verse>
				<verse number="14">تا مونږ نه په قومونو کښې د دوئ د ټوقو ګوډاګى جوړ کړل، او دوئ مونږ پورې خپل سرونه د نفرت په وجه خوځول.</verse>
				<verse number="15">زۀ ټوله ورځ بې‌عزته کېږم، او په مخ مې شرم راخور شوے زۀ شرمېږم.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې خلق راپورې ټوقې مسخرې کوى، او زما دشمنان رانه د بدل اخستو کوشش کوى.</verse>
				<verse number="17">دا هر څۀ چې مونږ سره وشول خو بيا هم مونږ تۀ هېر نۀ کړې، هغه مو نۀ دے مات کړے کوم لوظ چې تا مونږ سره کړے دے.</verse>
				<verse number="18">زمونږ زړونه ستا نه نۀ دى اوړېدلى، او زمونږ قدمونه ستا د لارې نه نۀ دى اخوا شوې.</verse>
				<verse number="19">مونږ دې تباه کړُو او د ګيدړانو ښکار دې کړُو، او په توره تيارۀ کښې دې پرېښودو.</verse>
				<verse number="20">کۀ مونږ د خپل خُدائ پاک نوم هېر کړے وو، او غېر معبودانو ته مو خپل لاسونه پورته کړى وُو.</verse>
				<verse number="21">کۀ چرې مونږ داسې کړى وُو نو خُدائ به ترې خبر نۀ وو څۀ؟ ځکه چې هغه د زړونو په رازونو باندې خبر نۀ دے څۀ؟</verse>
				<verse number="22">خو مونږ ستا دپاره ټوله ورځ د مرګ سره مخ کيږُو، د خلقو په نظر کښې مونږ د حلالونکو ګډو په شان ګڼلے کيږُو.</verse>
				<verse number="23">اے مالِکه خُدايه، راپاڅه ولې تۀ اودۀ کېږې څۀ؟ راپاڅه، او تر ابده پورې مونږ مۀ رد کوه.</verse>
				<verse number="24">ولې تۀ زمونږ نه خپل مخ پټوې څۀ؟ او زمونږ غم او مصيبتونه ولې هېروې څۀ</verse>
				<verse number="25">مونږ لاندې خاورو ته راغورزولے شوې يُو، او په زمکه پړمخې پراتۀ يُو.</verse>
				<verse number="26">پاڅه‎ او زمونږ مدد وکړه، او د خپلې ابدى مينې په وجه دې مونږ ته خلاصون راکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="45">
				<verse number="1">زړۀ کښې مې وګرځېدله څۀ ښکلې شان خبره د بادشاه په حقله زۀ وايم ښۀ غوندې سندره، د ماهر ليکوال په شان قلم دے زما ژبه.</verse>
				<verse number="2">په ټولو سړو کښې د هر چا نه ښائسته يې تۀ ستا د خولې خبرې ښکلې ملغلرې دى، د تل دپاره تۀ خُدائ بختور کړے يې.</verse>
				<verse number="3">خپله تُوره دې راواخله اے جنګياليه، تۀ ډېر شان او شوکت او دبدبه لرې.</verse>
				<verse number="4">په خپله دبدبه او جلال کښې راشه د کاميابۍ دپاره، چې د حقيقت، عاجزۍ او اِنصاف شې طرفداره ستا ښے لاس دې تا ته يروونکى او عجيبه کارونه کړى در زده</verse>
				<verse number="5">ستا تېرۀ غشى دې د دشمنانو زړۀ غوڅ کړى، ستا په پښو کښې دې ټول قومونه راګزار شى.</verse>
				<verse number="6">اے پاکه خُدايه، ستا تخت، به تر ابده پاتې وى، د اِنصاف امسا به ستا د بادشاهۍ امسا وى.</verse>
				<verse number="7">تۀ د صداقت سره مينه او د شرارت نه نفرت کوې، نو ځکه خُدائ پاک، ستا خُدائ پاک تۀ د خوشحالۍ په تېلو مسح کړے يې. او تۀ يې په خپلو دوستانو کښې اوچت کړے يې.</verse>
				<verse number="8">ستا د جامو نه د مصالحو، د پيپل او کيکر عطرو خوشبوئى راځى، ستا په ښکلې محلونو کښې سازونه د رباب تا خوشحالوى.</verse>
				<verse number="9">ستا عزتمندو ښځو کښې د بادشاهانو لوڼه شاملې دى، د اوفير د زرو ډکه مَلِکه دې ښى لاس ته ولاړه ده.</verse>
				<verse number="10">اے شهزادګۍ، ما ته غوږ شه، څۀ چې درته زۀ وايم په هغې غور وکړه، د خپل پلار کور او خپل خلق هېر کړه.</verse>
				<verse number="11">ستا ډول او سنګار به بادشاه خپل طرف ته راکاږى، ځکه چې هغه ستاسو مالِک دے د هغۀ تابعدارې اوسئ.</verse>
				<verse number="12">تا له د ډالو سره د صور خلق به راشى، دولتمند خلق به ستا مهربانى غواړى.</verse>
				<verse number="13">شهزادګۍ به په محل کښې ښکلې ښکارى، د سرو زرو تارونو نه يې جامې دى جوړې شوې.</verse>
				<verse number="14">د ګُلکارۍ په جامو کښې يې بادشاه له راوستله، پېغلې ملګرې هم ورسره راروانې دى.</verse>
				<verse number="15">خاندى خوشحاليږى راروانې دى، او د بادشاه محل ته رادننه شى.</verse>
				<verse number="16">ستا زامن به د خپل پلار نيکۀ په شان بادشاهان جوړ شى، تۀ به هغوئ په ډېرو مُلکونو حکمرانان جوړ کړې.</verse>
				<verse number="17">نسل در نسل به زۀ ستا نوم د عزت قابل کړم، نو قومونه به تر ابده پورې ستا ثناء خوان وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="46">
				<verse number="1">خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.</verse>
				<verse number="2">نو مونږ به نۀ يريږو کۀ په زمکه زلزله راشى، او کۀ غرونه د سمندر په مينځ کښې راګزار شى.</verse>
				<verse number="3">او يا د سمندر اوبۀ غرار او ځګونه وکړى، او غرونه د اوبو د زور په وجه وخوځولے شى.</verse>
				<verse number="4">يو بل درياب دے چې نِهرونه يې د خُدائ پاک ښار خوشحالوى، او د خُدائ تعالىٰ مقدس کور خوشحالوى.</verse>
				<verse number="5">او خُدائ پاک د هغه ښار په مينځ کښې اوسيږى نو هغه به نۀ تباه کيږى، او د سحر وختى نه د هغه ښار ساتنه کوى.</verse>
				<verse number="6">قومونه وارخطا دى، بادشاهتونه به نسکور شى. کله چې خُدائ پاک آواز وکړى نو دا زمکه به ويلى شى.</verse>
				<verse number="7">ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،</verse>
				<verse number="8">راشئ او د مالِک خُدائ کارونه وګورئ، هغه تباهى چې کومه هغۀ په دُنيا باندې راوستلې ده وګورئ.</verse>
				<verse number="9">هغه په ټوله دُنيا کښې جنګونه ختموى، ليندې او نېزې ماتوى او ډالونه سوزوى.</verse>
				<verse number="10">”په آرام شئ او په دې پوهه شئ زۀ خُدائ پاک يم، زۀ به په ټولو قومونو کښې اعلىٰ يم، زۀ به په ټوله دُنيا کښې اوچت يم.“</verse>
				<verse number="11">ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="47">
				<verse number="1">اے ټولو خلقو لاسونه ووهئ، او د خوشحالۍ سرود په اوچت آواز سره ووايئ.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ تعالىٰ څومره د رُعب داب مالِک دے، هغه په ټولې دُنيا لوئ بادشاه دے.</verse>
				<verse number="3">هغۀ ټول قومونه زمونږ تابع کړل، او مُلکونه يې زمونږ د پښو لاندې کړل.</verse>
				<verse number="4">مونږ له يې په ميراث کښې زمکه راکړله، په کومه چې يعقوب فخر کولو او د هغه چا سره چې خُدائ مينه کوله.</verse>
				<verse number="5">خُدائ پاک د خلقو په چغو سورو کښې تخت ته خېژى، چې مالِک خُدائ بره تخت ته ځى نو د بيګلو آوازونه دى.</verse>
				<verse number="6">د خُدائ پاک ثناء صِفت کوئ ثنا يې ووايئ، زمونږ بادشاه ته سندرې او ثناء صِفت وکړئ.</verse>
				<verse number="7">ځکه خُدائ پاک په ټوله زمکه بادشاه دے، هغۀ ته د ثناء حمد، زبور ووايئ.</verse>
				<verse number="8">خُدائ په خپل مقدس تخت باندې ناست دے، او په ټولو قومونو بادشاهى کوى.</verse>
				<verse number="9">د دُنيا حکمرانان رايوځائ شوى دى، د اِبراهيم د خُدائ خلق ورسره دى، د دُنيا ټول بادشاهان د خُدائ پاک دى، نو ځکه د هغۀ په هر ځائ کښې ډېر عزت کيږى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="48">
				<verse number="1">مالِک خُدائ لوئ دے، او د ثناء صِفت لائق دے، زمونږ د خُدائ په ښار، يعنې مقدس غر کښې.</verse>
				<verse number="2">د هغۀ ښار په خپل اوچتوالى کښې ښکلے دے، او ټولې دُنيا ته خوشحالى ورکوى. د صيون غر او مقدس غر چې د لوئ بادشاه ښار دے،</verse>
				<verse number="3">خُدائ په خپله د دې ښار په برجونو کښې موجود دے، او خپل ځان يې د ښار محافظ ښودلے دے.</verse>
				<verse number="4">وګوره چې د دُنيا بادشاهانو لښکرې رايوځائ کړې او متحد شول، او د ښار په خلاف د جنګ په خيال راوړاندې شول.</verse>
				<verse number="5">هغوئ چې هغه ښار وليدو نو حق حېران شول، ټول د يرې نه په تېښته وتښتېدل.</verse>
				<verse number="6">هغوئ هلته د يرې نه شول په لړزان، څنګه چې په تکليف پېدا کيږى ماشومان.</verse>
				<verse number="7">لکه د ترسيس د بحرى بيړو په شان تا هغوئ تباه کړل، د زورَور مشرقى بادونو په زور دې تس نس کړل.</verse>
				<verse number="8">لکه څنګه چې مونږ اورېدلى نو اوس مو په خپلو سترګو وليدل، زمونږ د خُدائ په ښار يعنې د ربُ الافواج په ښار کښې، خُدائ به تل دا ښار آبادولو او د هغې حفاظت به يې کولو.</verse>
				<verse number="9">اے پاکه خُدايه، مونږ ستا په عبادتګاه کښې يُو، او ستا په نۀ ختمېدونکې مينې باندې فکر کوُو.</verse>
				<verse number="10">اے خُدايه، لکه څنګه چې دې نوم په ټوله دُنيا خور ‎دے، دغه شان ستا ثناء صِفت په ټوله دُنيا خور دے، ستا ښے لاس د صداقت نه ډک دے.</verse>
				<verse number="11">د صيون د غرۀ خلق دې خوشحالى وکړى، او د يهوداه ټول ښارونه دې خوشحالى وکړى دا ټول دې ستا د عدالت په وجه خوشحالى وکړى.</verse>
				<verse number="12">صيون ته لاړ شئ او ګېرچاپېره ترې نه وګرځئ، او برجونه يې وشمېرئ،</verse>
				<verse number="13">دېوالونو ته يې وګورئ او په محلونو يې نظر واچوئ، ترڅو تاسو د هغې نه خپل آئنده نسلونه خبر کړئ.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې هم دا خُدائ د تل دپاره زمونږ خُدائ پاک دے، هغه تر آخر وخته زمونږ رهنما دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="49">
				<verse number="1">اے قومونو تاسو ټول دا واورئ، څوک چې په دُنيا کښې اوسېږئ ما ته غوږ ونيسئ،</verse>
				<verse number="2">خاصو او عامو، مالدارو او غريبانو واورئ،</verse>
				<verse number="3">زما ژبه په حِکمت سره خبرې بيانوى، او د زړۀ بيان مې خلقو ته پوهه ورکوى.</verse>
				<verse number="4">زۀ به متلونو ته خپل غوږ ونيسمه، د رباب په ساز کښې به زۀ د راز وينا وکړمه،</verse>
				<verse number="5">نو زۀ به ولې يرېږمه کۀ سخته په ما راشى، کله چې د دوکه مارو په شرارتونو کښې راګېر شم.</verse>
				<verse number="6">دوئ چې په خپل مال دولت باندې يقين لرى، او په خپل ډېر مال دولت فخر کوى.</verse>
				<verse number="7">هيڅوک د چا د ژوند قيمت ورکولے نۀ شى، او نۀ خُدائ پاک له د هغۀ د سر کفاره ورکولے شى.</verse>
				<verse number="8">د ژوندون قيمت بې‌بها دے، د ژوندون دپاره هيڅ قيمت پوره نۀ دے.</verse>
				<verse number="9">چې هغه دې تر ابده ژوندے پاتې شى، او هيڅکله دې قبر ته لاړ نۀ شى.</verse>
				<verse number="10">نو ټول خلق به ووينى چې پوهان هم مړۀ کيږى، جاهلان او بې‌وقوفان به يو ځائ هلاک شى. او د ټولو نه به مال دولت نورو ته پاتې شى</verse>
				<verse number="11">قبر د هغوئ ابدى کور دے، چرته چې به هغوئ د تل دپاره وى، کۀ څۀ هم چې هغوئ جائيدادونه په خپل نوم خېژولى دى.</verse>
				<verse number="12">خو انسانان د خپل دولت په وجه ژوندى پاتې کېدے نۀ شى، او هغوئ به لکه د ځناور په شان مړۀ شى.</verse>
				<verse number="13">دا د هغوئ نصيب دے څوک چې په خپل ځان توکل کوى، او څوک چې د دوئ په لاره روان وى.</verse>
				<verse number="14">د ګډو د رمې په شان هسې به د مرګ کندې ته ګزار شى، چرته چې مرګ به د دوئ شپون وى. په سحر کښې به نېکان په دوئ حکومت کوى، د دوئ بدن به په قبر کښې ختم شى، او قبر به د دوئ کور شى.</verse>
				<verse number="15">خو خُدائ پاک به ما له د قبر نه خلاصون راکړى، ځکه چې هغه به ضرور ما خپل ځان ته راکاږى.</verse>
				<verse number="16">هيڅکله مۀ خفه کېږه کۀ يو سړے مالداره کيږى، او د چا د کور شان او شوکت چې زياتيږى.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې کله هغه مړ شى د ځان سره به هيڅ څيز نۀ وړى، د هغۀ شان او شوکت به قبر ته د هغۀ سره نۀ ځى،</verse>
				<verse number="18">کله چې هغه ژوندے وو خپل ځان يې بختور ګڼلو، خلقو يې صِفتونه کول کله چې مالداره وو.</verse>
				<verse number="19">خو د خپل پلار او نيکۀ په شان دوئ به آخر مړۀ شى، نو کله به هم دوئ د ژوندون رڼا ونۀ وينى.</verse>
				<verse number="20">هغه څوک چې ډېر مال او دولت لرى خو دے نۀ پوهيږى چې دوئ به د ځناورو په شان ختميږى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="50">
				<verse number="1">قادر مطلق خُدائ، مالِک خُدائ د زمکې خلقو ته حُکم وکړو، او د مشرق نه تر مغرب پورې د زمکې خلق يې راوغوښتل.</verse>
				<verse number="2">د صيون نه چې په ښائست باندې پوره دے نو خُدائ پاک د هغه ځائ نه ځلېدلے دے</verse>
				<verse number="3">زمونږ خُدائ به راشى او خاموشه به نۀ وى سوزېدونکے اور به ترې نه مخکښې او سخت طوفان به ترې چاپېره وى</verse>
				<verse number="4">هغه به زمکه او پاس آسمانونه ګواهۍ دپاره راوغواړى چې د خپل قوم عدالت وکړى،</verse>
				<verse number="5">”زما ټول نېکان ما ته راغونډ کړئ چا چې ما سره د قربانۍ په ذريعه لوظ کړے دے.“</verse>
				<verse number="6">آسمانونه د هغۀ د صداقت اعلان کوى ځکه چې په خپله خُدائ قاضى فېصله کوى.</verse>
				<verse number="7">”اے زما خلقو ما ته غوږ شئ زۀ به تاسو ته خبرې وکړم اے بنى اِسرائيلو زۀ ستاسو خلاف دا ګواهى کوم. چې هم زۀ خُدائ يم او ستاسو خُدائ پاک يم،</verse>
				<verse number="8">ستاسو د قربانيانو په وجه زۀ تاسو نۀ رټم، او ستاسو مسلسل سوزېدونکې قربانيانې زما په وړاندې دى</verse>
				<verse number="9">ستاسو د غوجل غوَيى ته زما ضرورت نشته او نۀ مې حاجت شته ستاسو د شپول يو چېلى ته</verse>
				<verse number="10">ولې چې د ځنګلونو ټول او هر يو ځناور زما دى، او په زرګونو غرونو کښې د څاروو رمې زما دى.</verse>
				<verse number="11">زۀ د غرونو هر يو مارغۀ نه خبر يم، او د هوارو ټول مخلوق زما دى.</verse>
				<verse number="12">کۀ چرې زۀ اوږے شوے وم خو بيا هم به مې وئيلى نۀ وُو تا ته، ځکه چې دُنيا او څۀ چې په کښې دى هغه ټول زما دى.</verse>
				<verse number="13">ولې زۀ څۀ د غوَيانو غوښې خورم؟ او يا زۀ د چېلو وينې څښم؟</verse>
				<verse number="14">ستاسو قربانۍ خُدائ ته شُکر ګزارى کول دى، او دا ستاسو د خُدائ تعالىٰ سره کړې وعدې او نذرانې پوره کوى،</verse>
				<verse number="15">په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“</verse>
				<verse number="16">خو بدعمله ته خُدائ پاک وفرمائيل، ”تاسو ولې زما قانون بيانوئ، او زما د لوظ خبرې په خپله ژبه کوئ؟</verse>
				<verse number="17">تاسو د اصلاح نه نفرت کوئ او تاسو زما حُکمونه شاته غورزوئ.</verse>
				<verse number="18">کله چې غل ووينئ نو تاسو ورسره مل شئ، تاسو ملګرتيا د زناکارو کوئ.</verse>
				<verse number="19">هر وخت مو ژبه د بدۍ نه ډکه وى، تۀ په خپله ژبه د دروغو خبرې کوى.</verse>
				<verse number="20">هر وخت تاسو د خپل ورور خلاف خبرې کوئ، د خپلې مور د بچى تاسو هر ځائ کښې غېبت کوئ.</verse>
				<verse number="21">ستا په دې کارونو زۀ چپ پاتې شوم، زۀ دې هم د خپل ځان په شان وګڼلم. خو زۀ دې اوس رټمه او په تا اِلزام لګوم،</verse>
				<verse number="22">ما ته غوږ شئ چا چې زۀ هېر کړے يم هغوئ ټول دې توبه ګار شى، زۀ به مو ټوټې کړم او هيڅ څوک به نۀ وى چې ستاسو مددګار شى.</verse>
				<verse number="23">څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="51">
				<verse number="1">د خپل رحم په مطابق دې په ما مهربان شه خُدايه، او د خپلې ازلى مينې په وجه دې په ما رحم وکړه، د خپل لوئ رحم په مطابق دې زما ګناهونه ختم کړه.</verse>
				<verse number="2">ټول ګناهونه زما ووينځه، او د ګناه نه مې پاک او صفا کړه.</verse>
				<verse number="3">زۀ په خپل شرارت باندې پوهه يم، زۀ په خپلو بدو ټول عمر فکرمند يم.</verse>
				<verse number="4">ستا او يواځې ستا خلاف مې ګناه کړې ده زۀ ګناه ګار يم، ما هغه کار کړے دے کوم چې ستا په نظر کښې بد دے. تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتينې وګرځې، او ستا عدالت زما په حق کښې ټيک دے.</verse>
				<verse number="5">ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم، د مور د ګېډې نه زۀ بلکل ګناه ګار يم.</verse>
				<verse number="6">نو چې اخلاص او صداقت رانه غواړې، نو تۀ په خپله زما زړۀ ته پوهه راکړه.</verse>
				<verse number="7">تۀ زما ګناه ووينځه نو زۀ به صفا شم، تۀ مې ووينځه نو زۀ به هم د واورې نه زيات سپين شم.</verse>
				<verse number="8">ما ته د خندا او خوشحالۍ خبرې وکړه، کوم هډُوکى چې تا ما ته مات کړى وُو اوس دې خوشحالى وکړى.</verse>
				<verse number="9">زما د ګناهونو نه مخ واړوه، زما بدۍ ټولې صفا کړه.</verse>
				<verse number="10">پاکه خُدايه صفا زړۀ ما له راکړه، په ما کښې تازه او وفادار روح واچوه.</verse>
				<verse number="11">ما تۀ د خپل حضور نه مۀ شړه، خپل مقدس روح زما نه مۀ بوځه.</verse>
				<verse number="12">ستا د خلاصون خوشحالى بيا يو وارې راکړه. او زما روح ستا تابعدارۍ ته مائل کړه.</verse>
				<verse number="13">نو زۀ به نافرمانو ته وښايم ستا حُکمونه، نو ګناه ګار به يو ځل بيا تا ته راوګرځى.</verse>
				<verse number="14">اے خُدايه، ما د وينې تويولو د جرم نه معاف کړه، نو بيا به زۀ په خوشحالۍ سره ستا د معافۍ سرود بيان کړم.</verse>
				<verse number="15">اے مالِکه خُدايه زما شونډې خلاصې کړه، او زۀ به په خپله خولۀ ستا ثناء صِفت وکړم.</verse>
				<verse number="16">چې زۀ يې تا ته وړاندې کړم تۀ قربانى نۀ غواړې، او نۀ په سوزېدونکو قربانو تۀ خوشحالېږې.</verse>
				<verse number="17">پاکه خُدايه تا ته د عاجز او مات روحونو خوښه ده قربانى، تۀ غمژن او توبه ګار زړۀ سپک نۀ ګڼې.</verse>
				<verse number="18">پاکه خُدايه د صيون ښار مدد وکړه مهربان شه، د يروشلم دېوالونه جوړ کړه.</verse>
				<verse number="19">نو هلته به تا ته رښتينې قربانۍ پېش شى او ټولې سوزېدونکې نذرانې چې تۀ پرې خوشحاله شې، او ستا په قربان‌ګاه باندې به غوَيان تا ته وړاندې شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="52">
				<verse number="1">تۀ ولې په خپلو بدو فخر کوې زورَوره؟ ولې تۀ خبر نۀ يې چې د خُدائ مينه وى د تل دپاره؟</verse>
				<verse number="2">ژبه دې د نورو خلقو د تباهۍ په لټون کښې ده، او لکه د تېرې چړې په شان ده او ټګى ماره ده.</verse>
				<verse number="3">تاسو بدۍ سره د نېکۍ نه زياته مينه کوئ، تاسو د ټګۍ سره د رښتيا نه زياته مينه کوئ.</verse>
				<verse number="4">تاسو دا خوښوئ چې په خپلو خبرو نور خلق تباه کړئ، تاسو دروغژن يئ.</verse>
				<verse number="5">خو خُدائ به تاسو د تل دپاره تباه کړى. د کور نه به دې راونيسى او د ژوندو د دُنيا نه به دې بېخ ختم کړى،</verse>
				<verse number="6">صادقان چې دا وګورى نو وبه يريږى، دوئ به هغۀ پورې خاندى او وبه وائى،</verse>
				<verse number="7">”ګورئ، دا هغه زورَور سپاهى دے چا چې د خُدائ په حفاظت يقين نۀ کولو، خو هغۀ په خپل ډېر مال دولت باندې يقين کولو، او نور هم زورَور شولو په شرارت کولو.“</verse>
				<verse number="8">خو زۀ د زيتون د ونې په شان د خُدائ په کور کښې زرغون شوے يم، زۀ د خُدائ په ابدى مينه تر ابده پورې يقين لرم.</verse>
				<verse number="9">تا چې څۀ کړى دى په هغې تر ابده ستا شُکر ادا کوم، ستا د پاکانو په وړاندې به زۀ ستا د نوم د ښۀ والى بيان کوم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="53">
				<verse number="1">کم عقلان په خپل زړۀ کښې وائى چې، ”خُدائ پاک نشته.“ دوئ په بدو اخته شول او بدعمله دى، تر دې چې يو هم نشته چې نېک وى.</verse>
				<verse number="2">پاس د آسمانه خُدائ انسانانو ته ګورى، ګورى چې څوک شته چې وى هوښيار او د خُدائ لټون کوى.</verse>
				<verse number="3">خو ټول بې‌لارې شوى دى، او ټول يو شان خراب شوى دى. يو کس هم ښۀ نۀ کوى داسې يو هم نشته چې ښۀ کارونه وکړى.</verse>
				<verse number="4">ولې څوک چې بدکارونه کوى دوئ نۀ پوهيږى. خو دوئ زما بنيادمان لکه د روټۍ لواړ تېروى، او هيڅکله هم دوئ د خُدائ پاک نه دُعا نۀ غواړى.</verse>
				<verse number="5">خو بيا هم داسې ويرېدل چې دې نه وړاندې کله هم داسې نۀ وُو يرېدلى. خُدائ پاک به ستا د دشمنانو هډُوکى تس نس کړى. او هغوئ به وشرميږى ځکه چې خُدائ پاک سپک کړى دى.</verse>
				<verse number="6">څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى بنى اِسرائيل، کله چې خُدائ پاک بيا آباد کړى خپل قوميان، يعقوب به خوشحالى وکړى او بنى اِسرائيل به خوشحاله شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="54">
				<verse number="1">په خپل نوم سره دې ما ته خلاصون راکړه خُدايه، په خپل قدرت سره دې زما بې‌ګناهى ثابته کړه.</verse>
				<verse number="2">دُعا زما واوره، اے پاکه خُدايه، د خولې خبرې زما واوره.</verse>
				<verse number="3">پردى خلق په ما حملې کوى او ظالمان زما د مرګ کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک پرواه نۀ کوى.</verse>
				<verse number="4">خو بې‌شکه خُدائ زما مددګار دے، او مالِک خُدائ په خپله ما ژوندے ساتى.</verse>
				<verse number="5">زما دشمنان دې په خپلو بدو کښې په خپله راګېر شى، او خپله وفادارى دې وښايه او دوئ تباه کړه.</verse>
				<verse number="6">زۀ به د زړۀ نه تا ته نذرانې پېش کړم، ځکه چې ستا نوم خوږ دے زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت وکړم.</verse>
				<verse number="7">بې‌شکه چې زۀ تا د ټولو مصيبتونو نه بچ کړم، او زۀ د خپلو دشمنانو شکست په خپلو سترګو باندې وينم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="55">
				<verse number="1">اے پاکه خُدايه، واوره سوال زما، ځان مۀ غلے کوه په سوال زارۍ زما.</verse>
				<verse number="2">جواب راکړه او واوره زما. خپلو پرېشانو ډېر زورَولے يم،</verse>
				<verse number="3">زما دشمنان ما يره وى، او ښکاره دهمکيانې راکوى، او په خپل قهر کښې دوئ زما نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="4">په سينه کښې د يرې نه درزيږى زړۀ زما، او د مرګ يرې زۀ راګېر کړے يم.</verse>
				<verse number="5">يرې يم نيولے په لړزان يم، زۀ يرې او رپېدلو راخستے يم.</verse>
				<verse number="6">کاش چې زما د ګوګوشتکو په شان وزرې وے، زۀ به په هوا کښې الوتلے او په آرام به وے.</verse>
				<verse number="7">زۀ به په هوا کښې الوتلے د دې ځايه وے، زۀ به په صحرا کښې اوسېدلے وے.</verse>
				<verse number="8">ما به ځان دپاره په تېزۍ سره د پناه ځائ لټولے وے ترڅو چې زۀ دې سختو هواګانو طوفانونو نه امان کښې وے.</verse>
				<verse number="9">اے مالِکه خُدايه د بدکارو خبرې ګډې وډې کړه، ځکه زۀ په ښار کښې وينمه ظلم او جنګونه.</verse>
				<verse number="10">د حمله کوونکو خلاف يې شپه او ورځ د دېوالونو نه ګشت کيږى، خو حقيقى خطره هغه بدعملى ده کومه چې په ښار کښې دننه کيږى.</verse>
				<verse number="11">تباهى يې د ښار په مينځ کښې ده، ډکې دى کوڅې د ظلم او دوکې نه.</verse>
				<verse number="12">کۀ چرې دشمن کوله بې‌عزتى زما، نو دا به برداشت کړے وے ما، کۀ دشمن چرې پخپله راپاڅېدلے وے په خلاف زما، نو خپل ځان د هغوئ نه به پټ کړے وے ما.</verse>
				<verse number="13">خو دا تۀ يې او انسان يې لکه زما، او ملګرے او نزدې دوست يې زما.</verse>
				<verse number="14">مونږ به د يو بل سره ښې خوږې خبرې کولې، او د خُدائ د کور په ګڼه کښې به يو ځائ ګرځېدلو.</verse>
				<verse number="15">زما دشمنان دې ناګهانه مړۀ شى، هغوئ دې په قبر کښې ژوندى ورښخ شى، ځکه چې شرارت د دوئ په زړونو کښې وردننه شوے دے.</verse>
				<verse number="16">خو زۀ به خُدائ پاک ته آواز وکړم، او مالِک خُدائ به بچ کړى ما.</verse>
				<verse number="17">سحر، غرمه او ماښام به زۀ هغۀ ته خپل فريادونه وړاندې کوم، او هغه به واورى آواز زما.</verse>
				<verse number="18">هغه به مې په حفاظت سره بچ کوى، د هغه جنګ نه کوم چې زما په خلاف وى، کۀ څۀ هم چې ډېر خلق زما په ضد وى.</verse>
				<verse number="19">خُدائ پاک چې د ازل نه په تخت ناست دے، هغه به زما سوال واورى او هغوئ له به شکست ورکړى. کوم خلق چې خپلې لارې نۀ بدلوى، او د خُدائ پاک نه نۀ يريږى.</verse>
				<verse number="20">زما ملګرى په خپلو دوستانو باندې حمله کړې ده، او خپل لوظ يې مات کړے دے.</verse>
				<verse number="21">د هغۀ خبرې خوږې پستې دى، خو د هغۀ په زړۀ کښې خبرې د نفرت دى. د هغۀ خبرې د تېلو په شان نرمې دى، خو دا د تېرو تُورو په شان غوڅونکې دى.</verse>
				<verse number="22">خپل مشکلات مالِک خُدائ ته پرېږده، او هغه به ستا حفاظت وکړى، هغه صادقان نۀ پرېږدى چې شکست وخورى.</verse>
				<verse number="23">خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران، په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان. خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="56">
				<verse number="1">اے پاکه خُدايه، په ما رحم وکړه، خلق راپسې شوى دى، ټوله ورځ دشمنان په ما باندې سختې حملې کوى.</verse>
				<verse number="2">زما دشمنان ټوله ورځ ما وهى. ډېر زيات دى مغروره څوک چې ما سره جنګ کوى.</verse>
				<verse number="3">خو کله چې زۀ وويرېږم، نو زۀ به په تا باندې توکل وکړم.</verse>
				<verse number="4">کومه وعده چې هغۀ کړې ده، زۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت کوم. نو زۀ نۀ يرېږم ځکه چې په خُدائ باندې توکل کوم. نو فانى انسان به ما سره څۀ وکړى؟</verse>
				<verse number="5">زما دشمنان ټوله ورځ زما خبرې بدلوى، هر وخت هغوئ زما خلاف منصوبې جوړوى.</verse>
				<verse number="6">ټول راټول شوى دى او پټ ناست دى، په هر قدم کښې راپسې دى او زما د مرګ خواهش کوى.</verse>
				<verse number="7">چې په خپل شرارت کښې وتښتى دوئ مۀ پرېږدئ، اے پاکه خُدايه، په خپل قهر او غضب کښې دې دوئ ته شکست ورکړه.</verse>
				<verse number="8">تۀ د ټولو تکليفونو نه خبر يې زما، اوښکې دې يو لوښى کښې راغونډې کړې دى زما، ټول د غم حساب دې په خپل کِتاب کښې ليکلے زما.</verse>
				<verse number="9">دشمنان به مې وتښتى چې په کومه ورځ تا ته آواز وکړم، خُدائ زما ملګرے دے زۀ په دې باندې پوهېږم.</verse>
				<verse number="10">کومه وعده چې خُدائ پاک ما سره کړې ده په هغې زۀ د خُدائ ثناء صِفت کوم. او کومه وعده چې مالِک خُدائ کړې ده په هغې زۀ د خُدائ شُکر ګزار يم.</verse>
				<verse number="11">نو زۀ نۀ يرېږمه ځکه چې په خُدائ پاک باندې توکل کوم. نو فانى انسان به ما سره څۀ وکړى؟</verse>
				<verse number="12">اے پاکه خُدايه، زۀ به تا سره د نذرانې وعده خپله سر ته رسوم، زۀ به تا ته د شکرانې نذرانې پېش کوم،</verse>
				<verse number="13">تا زۀ د مرګ نه خلاص کړم. تا په خپله زۀ د تيندک خوړلو نه وساتلم، چې زۀ د ژوند په نُور کښې د خُدائ په حضور کښې وګرځم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="57">
				<verse number="1">رحم په ما وکړه، پاکه خُدايه، رحم غواړم، او تا له درځمه او زۀ ستا نه امان غواړم. ستا د وزرو په سورى کښې پناه غواړم ترڅو چې خطرناک طوفان تير شى.</verse>
				<verse number="2">زۀ خو خُدائ تعالىٰ ته سوال زارى کوم، کوم خُدائ پاک چې خپل مقصد زما دپاره سر ته رسوى.</verse>
				<verse number="3">هغه به زما د خلاصون دپاره د آسمان نه مدد راولېږى، او څوک چې ما ګېرول غواړى هغوئ به شرمنده کړى. خُدائ پاک دې ما ته خپله ابدى مينه او وفادارى وښائى.</verse>
				<verse number="4">د يروونکو زمرو په مينځ کښې راګېر شوے يم، کوم چې د بنيادم غوښو خوړلو ته اوږے ناست وى، او د چا غاښونه چې د نېزو او غشو په شان وى او ژبې يې تېرې تُورې وى.</verse>
				<verse number="5">پاکه خُدايه، خپل عظمت دې په آسمانونو کښې څرګند کړه، او خپل جلال دې په ټوله زمکه باندې وځلوه.</verse>
				<verse number="6">زما دشمنانو ما ته دامونه خوارۀ کړى دى، زۀ د خپلې پرېشانۍ په وجه ستړے شوے يم. زما په لار کښې دوئ کنده جوړه کړې ده. خو په خپله هم دوئ په کښې غورزېدلى دى.</verse>
				<verse number="7">زما زړۀ مطمئن دے زړۀ مې په تا مطمئن دے پاکه خُدايه، زۀ به هر وخت په سرود کښې ستا ثناء صِفت کوم.</verse>
				<verse number="8">زما زړګيه پاڅه، زما سريندې او ربابه پاڅه، زۀ د سحر سباون په ثناء او صِفت راپاڅوم.</verse>
				<verse number="9">اے مالِکه خُدايه، زۀ به ستا شکريه په ټولو خلقو کښې ادا کړم، زۀ به ټولو قومونو کښې ستا صِفت بيان کړم.</verse>
				<verse number="10">ستا ابدى مينه آسمانونو ته رسيږى، هم ستا وفادارى آسمانونو سره لګيږى.</verse>
				<verse number="11">پاکه خُدايه، خپل عظمت دې په آسمانونو کښې څرګند کړه، او جلال دې په ټوله زمکه باندې وځلوه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="58">
				<verse number="1">بادشاهانو تاسو کله هم په رښتيا ښې فېصلې کړې دى څۀ؟ تاسو د خلقو عدالت په اِنصاف کوئ څۀ؟</verse>
				<verse number="2">نه بلکې تاسو په زړونو کښې د بې‌اِنصافۍ منصوبې جوړَوئ، او تاسو په دُنيا کښې شرارت خوروئ.</verse>
				<verse number="3">د پېدا کېدو نه وړاندې شريران خو بې‌لارې دى، او د مور نه دروغژن پېدا شوى دى.</verse>
				<verse number="4">دوئ لکه د مار په شان زهريله خبرې کوى، دوئ لکه د کُوڼ کوبرا په شان غوږونه په ځان راړولى دى،</verse>
				<verse number="5">د پاړو د شپيلۍ آواز نۀ اورى، کۀ هر څومره پاړو ښۀ شپيلۍ ورته غږوى.</verse>
				<verse number="6">د دوئ غاښونه مات کړه، پاکه خُدايه، د دې زمرو ژامنې ماتې کړه، مالِکه خُدايه.</verse>
				<verse number="7">لکه په خُشکه زمکه کښې چې اوبۀ ورکيږى دغه شان دې دوئ ورک شى، او کله چې هغوئ ليندې راکاږى د دوئ غشى دې په خپله مات شى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ دې لکه د ګوجى په شان په خپله ويلى شى، لکه څنګه چې مړ ماشوم رڼا ليدلې نۀ وى دوئ دې داسې شى.</verse>
				<verse number="9">خُدائ به ډېر زر ورله واړۀ زاړۀ ټول ختم کړى، لکه د ازغو اور چې د لوښى د ګرمېدو نه وړاندې ختم شى.</verse>
				<verse number="10">صادقان به خوشحاله شى کله چې دوئ انتقام وګورى، نو خپلې پښې به د شريرانو په وينو کښې ووينځى.</verse>
				<verse number="11">او خلق به دا ووائى، ”بې‌شکه چې صادقان به خپل اجر ومومى، بې‌شکه چې يو داسې خُدائ شته چې د دُنيا اِنصاف کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="59">
				<verse number="1">ما د خپلو دشمنانو نه خلاص کړه، پاکه خُدايه، څوک چې زما خلاف حملې کوى ما د هغوئ نه بچ کړه.</verse>
				<verse number="2">ما د بدکارانو نه بچ کړه، ما د قاتلانو نه آزاد کړه.</verse>
				<verse number="3">زما د وژلو دپاره پټ ناست دى، او خطرناک دشمنان زما خلاف رايوځائ شوى دى، کۀ څۀ هم ما د دوئ خلاف هيڅ ګناه نۀ ده کړې.</verse>
				<verse number="4">چا سره مې هم بد نۀ دى کړى خو بيا هم ځان د حملې دپاره تياروى. راپاڅه او حال مې ګوره چې څۀ وشول او مدد دپاره راشه.</verse>
				<verse number="5">اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه، راپاڅه او ټولو قومونو له سزا ورکړه، دې بدکارو غدارانو باندې هيڅ رحم مۀ کوه.</verse>
				<verse number="6">هغوئ هر ماښام لکه د کوڅه ډب سپو په شان راوځى، کله چې د ښار په لارو کوڅو کښې ګشت کوى نو غپيږى.</verse>
				<verse number="7">وګورئ چې د خپلو خُلو نه څنګه ګډې وډې نوستل کوى، د دوئ ‎ژبې لکه د تېرو تُورو په شان غوڅول کوى، دوئ په زړۀ کښې وائى چې، ”څوک هم مونږ نه خبر نۀ دى.“</verse>
				<verse number="8">خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، هغوئ پورې خندا کوې، تۀ په دوئ ټولو غېر قومونو پورې مسخرې کوې.</verse>
				<verse number="9">پاکه خُدايه تۀ زما زور يې، زما سترګې تا ته دى، خو هم دا تۀ زما پناه ګاه يې.</verse>
				<verse number="10">زما مينه ناک خُدائ به د مدد دپاره ما سره جوړه شى، او ما ته به د خپلو دشمنانو شکست راپه ګوته کړى.</verse>
				<verse number="11">خو تۀ دوئ مۀ وژنه، اے مالِکه زمونږ ډاله، ځکه چې زما قوم به دا سبق هېر کړى. په خپل طاقت دې دوئ تس نس کړه او تۀ دوئ ښکته راګزار کړه،</verse>
				<verse number="12">د خپلې خولې او د شونډو د ګناه په وجه چې کومه کوى، په هم هغه ښيرو او دروغو او کبر کښې دې په خپله راګېر شى.</verse>
				<verse number="13">په خپل قهر سره دې دوئ تباه کړه، چې يو هم پاتې نۀ شى بلکل يې جارُو کړه. نو ټوله دُنيا په دې خبر کړه، چې خُدائ په بنى اِسرائيلو حکومت کوى.</verse>
				<verse number="14">زما دشمنان هر ماښام لکه د کوڅه ډب سپو راواپس کيږى، کله چې د ښار په لارو کوڅو کښې ګشت کوى نو غپيږى.</verse>
				<verse number="15">ګرځى لکه سپى هسې خوراک پسې، پاتې چې شى اوږى، کوى سپى هسې غرار.</verse>
				<verse number="16">خو زۀ به ستا طاقت بيانوم، زۀ به ستا مينه هر سحر په خوشحالۍ سره ستايم. هم دا تۀ زما اوچته قلعه او پناه ګاه يې او په تکليفونو کښې زما خلاصون يې.</verse>
				<verse number="17">تۀ زما زور او طاقت يې زۀ به ستا ثناء صِفت کوم، تۀ په خپله زما پناه ګاه يې، پاکه خُدايه او کوې ما سره مينه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="60">
				<verse number="1">تا مونږ رد کړو او زمونږ دېوالونه دې راوغورزول اے خُدايه. مونږ ته په قهر شوے وې خو دوباره خپل مقام واپس راکړه.</verse>
				<verse number="2">تا په زمکه زلزله راوستله او هغه وشلېدله، ځکه چې ټوله خوځيږى چاؤدونه يې بند کړه.</verse>
				<verse number="3">تا خپلو خلقو ته ډيرې سختې ښودلى دى، مے دې مونږ ته راکړل او ډغرې مو وخوړلې.</verse>
				<verse number="4">تا د هغوئ دپاره جنډا اوچته کړه څوک چې تا نه يريږى، چې دا به د حملې خلاف د پناه نښه وى.</verse>
				<verse number="5">په خپل ښى لاس دې مونږ سره مدد وکړه او مونږ بچ کړه، چې چا سره چې تۀ مينه کوې هغوئ ته خلاصون ورکړه.</verse>
				<verse number="6">د خپل مقدس ځائ نه خُدائ داسې وفرمائيل، ”د فتحې په خوشحالۍ کښې به زۀ شِکم تقسيم کړم، او د سُکات د درې ناپ تول به وکړم.</verse>
				<verse number="7">جِلعاد او منسى دواړه زما دى. اِفرائيم زما ټوپۍ او يهوداه زما د بادشاهۍ کونټۍ ده.</verse>
				<verse number="8">موآب زما د وينځلو ښانک دے او هغه به زما خِدمتګار وى. او زۀ په ادوم باندې خپلې څپلۍ پاکومه او زۀ به په فلستيه مُلک باندې د کاميابۍ چغه وهم.“</verse>
				<verse number="9">خو څوک به ما د قلعې پوخ ښار ته داخل کړى؟ څوک به ما ادوم ته ورسوى؟</verse>
				<verse number="10">اے خُدايه، تا مونږه رد کړى يُو څۀ؟ تۀ به نور زمونږ لښکرو سره په لار نۀ ځې څۀ.</verse>
				<verse number="11">د دشمن خلاف زمونږ مدد وکړه، ځکه چې د انسانانو مدد بې‌فائدې دے.</verse>
				<verse number="12">د خُدائ مدد به مونږ له کاميابى راکړى، هغه به زمونږ دشمنان د پښو لاندې کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="61">
				<verse number="1">اے پاکه خُدايه، زما سوال زارى واوره، او زما دُعا ته غوږ ونيسه.</verse>
				<verse number="2">د دُنيا د آخر نه تا ته نعرې وهم، کله چې زړۀ زما بې‌حاله شى. اوچت ګټ ته مې بوځه او ما ته هلته پناه راکړه.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې تۀ زما مضبوط برج او پناه ګاه يې، چرته چې د دشمن نه په امان کښې يم.</verse>
				<verse number="4">زۀ غواړم چې تر ابده ستا مقدس ځائ کښې اوسېږم، او ستا د وزرو لاندې پناه واخلم.</verse>
				<verse number="5">تا، زما منښتې پاکه خُدايه، اورېدلې دى، او هم هغه ميراث دې ما ته راکړے دے کوم چې هغوئ ته ورکوې څوک چې ستا نه يريږى.</verse>
				<verse number="6">بادشاه له د عمر ورځې ډيرې کړه، د هغۀ عمر تر ډېرو نسلونو پورې زيات کړه.</verse>
				<verse number="7">هغه دې د خُدائ پاک په حضور کښې د تل دپاره بادشاهى وکړى، هغۀ ته خپله مينه او وفا وروښايه چې دے حفاظت وکړى.</verse>
				<verse number="8">نو دغه شان به ټول عمر ستا د نوم ثناء صِفت کوم، چې ما څنګه وعدې درسره کړى دى هغه روزانه پوره کوم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="62">
				<verse number="1">زما ځان صرف په خُدائ پاک کښې آرام مومى، ځکه چې زما د خلاصون مالِک هغه دے.</verse>
				<verse number="2">هغه په خپله زما ګټ او خلاصونکے دے، او زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم هغه زما د امان ځائ دے.</verse>
				<verse number="3">تاسو ټول به ترڅو په سړى باندې حملې کوئ؟ کوم کس چې د کچه دېوال او کمزورى باړ په شان وى.</verse>
				<verse number="4">دوئ صرف په دې سوچ کښې دى چې هغه د خپل عزت مقام نه راوغورزوى. دوئ له دروغ وئيل خوند ورکوى، په خولۀ خو دوئ برکت ورکوى، خو په زړۀ کښې دوئ لعنت کوى.</verse>
				<verse number="5">اے زما روحه صرف په خُدائ پاک کښې په آرام سره صبر وکړه. ځکه چې زما ټول اُميدونه هغۀ پورې تړلى دى.</verse>
				<verse number="6">هغه په خپله زما ګټ او خلاصونکے دے. او زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم هغه زما د امان ځائ دے.</verse>
				<verse number="7">زما عزت او خلاصون د خُدائ له طرفه دے، هغه زما غټ ګټ او پناه ګاه دے.</verse>
				<verse number="8">اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.</verse>
				<verse number="9">عام خلق څۀ حيثيت نۀ لرى د هغۀ په وړاندې، زورَور خلق هم هغه نۀ دى کوم چې دوئ ښکارى، کۀ هغوئ ټول په تله وتلى دا به د هوا نه هم سپک وى.</verse>
				<verse number="10">چې په ظلم زياتى يقين ونۀ کړئ، او نۀ د غلا د مال اسرا وکړئ. ولې چې ځان ورپورې ونۀ تړئ، هر څومره چې دولت ستا زياتيږى.</verse>
				<verse number="11">خُدائ پاک يو ځل وفرمائيل، نو ما بار بار واورېدل، چې خُدائ پاک زورَور دے،</verse>
				<verse number="12">او چې پاکه خُدايه ستا مينه نۀ ختمېدونکې ده. بې‌شکه چې تۀ هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکوې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="63">
				<verse number="1">اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.</verse>
				<verse number="2">تۀ ما په خپل مقدس مقام کښې ليدلے يې، او ستا جلال او زور هم ما ليدلے دے.</verse>
				<verse number="3">ستا نۀ ختمېدونکې مينه د ژوند نه ښۀ ده، نو ځکه به زما شونډې ستا لوئى بيانوى.</verse>
				<verse number="4">ترڅو چې زۀ ژوندے يم ستا ثناء صِفت به ادا کوم، او خپل لاسونه به په دُعا کښې ستا په نوم پورته کړم.</verse>
				<verse number="5">ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت،</verse>
				<verse number="6">زۀ چې پروت يمه په کټ کښې هم تا يادوم، ستا په حقله شپه کښې ټوله شپه فکر کوم.</verse>
				<verse number="7">ځکه چې تۀ زما مددګار يې، په سورى د وزرو کښې ستا د خوشحالۍ سندرې وايم.</verse>
				<verse number="8">ما خپل ځان تا پورې تړلے دے، ستا زورَور لاس زۀ په امان کښې ساتلے يم.</verse>
				<verse number="9">څوک چې کوشش کوى زما د وژلو، خو دوئ به ټول لاړ شى لاندې د خاورو.</verse>
				<verse number="10">په جنګ کښې به هغوئ لاندې شى د تُورو، او دوئ به شى خوراک د ګيدړانو.</verse>
				<verse number="11">خو بادشاه به خوشحاليږى د خُدائ پاک په نوم، او ټولو چا چې د خُدائ په نوم قسم خوړلے، هغوئ به د هغۀ ثناء صِفت کوى، ځکه چې د دروغژنو خولې به بندې شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="64">
				<verse number="1">اے پاکه خُدايه، زما آواز تۀ واوره، زما ژوند د دشمنانو د يرې نه وساته.</verse>
				<verse number="2">ما د بدعمله د پټو منصوبو نه په امان کړه، ما د بدکردارو د قبيلې نه په امان کړه.</verse>
				<verse number="3">خپلې ژبې يې لکه د تُورو په شان تېرې کړې دى، او د هغوئ بدې او ترخې خبرې لکه وژونکو غشو په شان دى،</verse>
				<verse number="4">هغوئ د پټ ځائ نه په بې‌ګناه کس ګزارونه کوى. دوئ د چا نه نۀ يريږى ناڅاپه پرې ګزارونه کوى.</verse>
				<verse number="5">په بدو منصوبو کښې دوئ د يو بل ډاډګيرنه کوى. او په خپلو کښې په مشورې سره پټ دامونه ږدى، په خپلو کښې دا خيال کوى چې څوک به مونږ وګورى؟</verse>
				<verse number="6">دوئ په بې‌اِنصافۍ سره منصوبې جوړوى، او دوئ وائى چې، ”مونږ ډېره ښۀ منصوبه جوړه کړُو.“ د انسان عقل او زړۀ دواړه څومره چالاکه دى.</verse>
				<verse number="7">خو خُدائ پاک به دوئ په غشو باندې ولى، او ناګهانه به دوئ زخمى کړى.</verse>
				<verse number="8">د دوئ خپلې ژبې به هم دوئ تباه کوى. هر هغه څوک چې دوئ ته ګورى نو په سپکه به خپل سرونه هغوئ پورې خوځوى،</verse>
				<verse number="9">او ټول انسانان به وۀ يريږى. دوئ به د خُدائ پاک د شان کارونه بيان کړى، او د هغۀ په کارونو به فکر کوى.</verse>
				<verse number="10">ټول صادقان دې د مالِک خُدائ خوشحالى وکړى او په هغۀ کښې دې پناه واخلى. او ټول نېکان دې د خُدائ پاک ثناء صِفت ادا کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="65">
				<verse number="1">په صيون کښې، پاکه خُدايه، تۀ د ثناء صِفت لائق يې. منښتې به هم تا ته وړاندې کيږى</verse>
				<verse number="2">تۀ په خپله د ټولو دُعاګانې اورې، ټول خلق به تا ته راشى.</verse>
				<verse number="3">کله چې مونږ د خپلو ګناهونو لاندې راګېر شولو، نو زمونږ ټول ګناهونه دې معاف کړل.</verse>
				<verse number="4">بختور دى هغوئ څوک چې تا په خپله غوره کړى دى، چې ستا په دربار کښې اوسيږى او خپل ځان ته دې نزدې کړى دى. مونږ به ستا د مقدس کور په نعمتونو ماړۀ کړې.</verse>
				<verse number="5">تا زمونږ دُعا داسې قبوله کړه چې تا زمونږ دپاره د صداقت حېرانونکې کارونه کړى دى، اے زمونږ خلاصونکيه زمونږ پاکه خُدايه. د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې، او تر لرې سمندرونو پورې تۀ د هر چا اُميد يې.</verse>
				<verse number="6">تا چې غرونه په خپل زور ودرولې دى، خپل ځان دې په طاقت سمبال کړے دے.</verse>
				<verse number="7">ستا په حُکم د سمندر زورَورى چپې او موجونه قلاريږى، او هم ستا په حُکم د قومونو چغې سورې په قلاريږى.</verse>
				<verse number="8">ستا د عجيبه کارونو نه دا دُنيا د يو سره تر بله ټوله يريږى، د نمر ختو نه د نمر پرېوتو پورې تۀ د خلقو د خوشحالۍ د آوازونو سبب کېږې.</verse>
				<verse number="9">تۀ د زمکې خيال ساتې اوبۀ ورکوې او ښۀ يې زرخيزه کوې، د خُدائ پاک سيندونه د اوبو نه ډک شُو. نو خلقو ته د غلې دانې بندوبست وشو. نو دغه شان دې په زمکه انتظام وکړو.</verse>
				<verse number="10">قُلبه شوې پټى په باران سيرابه کوې، لوړې ژورې او لوټې يې هواروې. په باران سره يې نرموې، او فصلونو ته يې برکت ورکوې.</verse>
				<verse number="11">تا کال ته په آبادۍ سره برکت ورکړو، تر دې چې ګاډۍ او کوڅې دې دانو نه انبار کړې.</verse>
				<verse number="12">د صحراګانو د څرند ځايونه دې سرسبزه کړل، او د غرونو لمنو ته دې د خوشحالۍ جامې واغوستې.</verse>
				<verse number="13">د څرند ځايونه د رمو نه ډک شو، او ټول پټى د دانو نه ډک شو. هر څيز نعرې وهى او د خوشحالۍ سندرې وائى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="66">
				<verse number="1">اے د ټولې دُنيا خلقو خوشحالى وکړئ. خُدائ پاک ته د خوشحالۍ نعرې ووهئ.</verse>
				<verse number="2">د هغۀ د نوم د جلال سندرې ووايئ، او د هغۀ جلالى حمد‌و‌ثناء بيان کړئ.</verse>
				<verse number="3">خُدائ پاک ته ووايئ، ”ستا کارونه هيبتناک دى او زور طاقت دې ډېر لوئ دے. نو ځکه ستا ټولو دشمنانو ستا په وړاندې خپل سرونه ټيټ کړى دى.</verse>
				<verse number="4">په ټوله دُنيا کښې هر يو کس ستا عبادت کوى ستا حمد‌و‌ثناء وائى او ستا د نوم ثناء صِفت کوى.“</verse>
				<verse number="5">خُدائ پاک چې څۀ کړې دى راشئ هغه وګورئ، او هغۀ چې بنيادمو له کوم لوئ کارونه کړى دى هغه وګورئ.</verse>
				<verse number="6">هغۀ سمندر په وُچه زمکه باندې بدل کړو، نو هغوئ ښۀ خوشحالى وکړه کله چې پېدل په کښې تير شول.</verse>
				<verse number="7">هغه د تل دپاره په خپل طاقت بادشاهى کوى، او قومونه د خپل نظر لاندې ساتى چې دوئ خو د دۀ خلاف سرکشى نۀ کوى.</verse>
				<verse number="8">اے ټولو قومونو آواز پورته کړئ، زمونږ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ،</verse>
				<verse number="9">د هغۀ په لاس کښې زمونږ ژوندون دے زمونږ پښې يې د تيندک خوړلو نه ساتلى دى.</verse>
				<verse number="10">نو پاکه خُدايه تا خو مونږه آزمائيلى يُو، داسې لکه سپين زر دې په اور صفا کړى يُو.</verse>
				<verse number="11">مونږ دې په جال کښې راګېر کړلو، تا زمونږ په ملا دروند بار کېښودلو.</verse>
				<verse number="12">تا زمونږ دشمنان زمونږ په سر باندې تېرېدو ته پرېښودل، او مونږ دې اور او سېلاب نه تير کړُو، خو آخر دې هم مونږ د آرام او برکتونو ځائ ته راوستُو.</verse>
				<verse number="13">زۀ به سوزېدونکې قربانۍ ستا کور ته راوړم، خپلې کړې وعدې به تا سره پوره کړم،</verse>
				<verse number="14">څۀ چې ما منلى وُو هم هغه به وکړم کوم وخت کښې چې زۀ سخته کښې ګېر وم.</verse>
				<verse number="15">زۀ به په قربان‌ګاه باندې څربه څاروى پېش کړم، او دې سره به غوَيان او چېلۍ هم قربانى کړم.</verse>
				<verse number="16">ما ته راشئ او غوږ ونيسئ تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ، نو تاسو ته به زۀ اوس ووايم چې هغۀ ما له څۀ کړى دى.</verse>
				<verse number="17">په خپله خولۀ ما هغۀ ته سوال زارى وکړه او زما ژبې د هغۀ ثناء صِفت بيان کړو.</verse>
				<verse number="18">کۀ زما په زړۀ کښې د ګناه دپاره ځائ وو، نو مالِک خُدائ به زما سوال اورېدلے نۀ وو.</verse>
				<verse number="19">خو بې‌شکه خُدائ پاک ما ته غوږ نيولے دے، او هغۀ زما د دُعا آواز اورېدلے دے.</verse>
				<verse number="20">ثناء صِفت دې هغه خُدائ پاک ته وى چا چې زما دُعا رد نۀ کړه، هغۀ خپله ابدى مينه ما سره ختمه نۀ کړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="67">
				<verse number="1">خُدائ پاک دې په مونږ مهربانه شى او مونږ ته دې برکت راکړى، او په مونږ دې د خپل مخ نُور وځلوى.</verse>
				<verse number="2">او په ټوله دُنيا کښې دې ستا لارې وپېژندلے شى، ستا د خلاصون نه دې ټول قومونه خبر شى.</verse>
				<verse number="3">اے پاکه خُدايه، په ټولو قومونو دې ستا ثناء صِفت بيان شى، او ټول قومونه دې ستا ثناء خوان شى.</verse>
				<verse number="4">ټول قومونه دې ستا خوشحالى وکړى او د خوښې سندرې دې ووائى، ځکه چې تۀ د قومونو اِنصاف کوې او د دُنيا خلقو ته لارښودنه کوې،</verse>
				<verse number="5">ټول قومونه دې ستا ثناء صِفت بيان کړى، اے پاکه خُدايه، ستا په صِفت دې ټول قومونه ثناء خوان شى.</verse>
				<verse number="6">نو بيا به زمکه خپل پېداوار ورکړى، خُدائ پاک زمونږ خُدائ به مونږ له برکت راکړى.</verse>
				<verse number="7">خُدائ پاک به مونږ له برکت راکړى، او د دُنيا تر آخره ټول خلق به د هغۀ نه ويره وکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="68">
				<verse number="1">پاکه خُدايه راپاڅه، او خپل دشمنان دې خوارۀ وارۀ کړه، څوک چې تا نه نفرت کوى هغوئ تالا والا کړه.</verse>
				<verse number="2">لکه څنګه چې لوګے د هوا په وړاندې زغلى، دغه شان تاسو دوئ د خپل ځان نه وزغلوئ. لکه څنګه چې موم د اور په مخکښې ويلې کيږى، دغه شان دې بدکاره خلق د خُدائ پاک په وړاندې تباه کيږى.</verse>
				<verse number="3">خو صادقان دې د هغۀ په وړاندې خوشحالى وکړى، د خُدائ پاک په حضور کښې دې خوشحاله شى، او د خوښۍ نعرې دې وکړى.</verse>
				<verse number="4">خُدائ پاک ته سرود ووايئ، او د هغۀ د نوم ثناء صِفت بيان کړئ، څوک چې سور په وريځو راځى هغه دروند کړئ، د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے او د هغۀ په وړاندې خوشحالى وکړئ،</verse>
				<verse number="5">د يتيمانو دپاره پلار دے او د کونډو حفاظت کوى، هم دا خُدائ پاک دے څوک چې په خپل مقدس ځائ کښې سکونت کوى.</verse>
				<verse number="6">تۀ بې‌کسه ته خاندان او قېدى ته خوشحالى او آزادى ورکوى. خو سرکشه خلق په اوچو او سوکړو کښې ژوند کوى.</verse>
				<verse number="7">اے پاکه خُدايه، کله چې تۀ د خپلو خلقو لارښود وې، او په بيابان کښې د هغوئ په وړاندې روان وې،</verse>
				<verse number="8">زمکه وخوځېدله او باران د بره آسمانه وورېدو د خُدائ پاک په وړاندې، د سينا په صحرا کښې او د بنى اِسرائيل د خُدائ پاک په وړاندې.</verse>
				<verse number="9">په شيبو شيبو باران دې راشروع کړو پاکه خُدايه. ترڅو تۀ خُشکه زمکه کړې تازه او آباده،</verse>
				<verse number="10">ستا غوره شوى خلق په هغه ځائ کښې اوسېدل. پاکه خُدايه، تا مسکينان د خپل سخاوت په وجه ماړۀ کړل.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ حُکم وکړو، او ډېرو ګڼو ښځو دا زېرے ورسولو،</verse>
				<verse number="12">”بادشاهان سره د فوجه وتښتېدل.“ په کور کښې ښځو د غنيمت مالونه تقسيم کړل.</verse>
				<verse number="13">هغوئ خزانې وموندلې کۀ څۀ هم څوک چې شپول کښې اوسېدل، کونترې چې د سپينو زرو وزرونه يې وُو او بڼې يې د سرو زرو وې.</verse>
				<verse number="14">کله چې قادر خُدائ ټول بادشاهان خوارۀ وارۀ کړل، د واورې په شان په ضلمون غر ورېدل.</verse>
				<verse number="15">بسن غرونه څومره اوچت دى، د بسن د غرۀ ډيرې دنګې څوکې دى.</verse>
				<verse number="16">اے لوړو غرونو تاسو ولې د حسد په نظر ګورئ، هغه غرونو ته کوم چې خُدائ د خپل ځان د اوسېدو دپاره منتخب کړى دى؟ چرته چې به مالِک خُدائ د تل دپاره اوسيږى.</verse>
				<verse number="17">د مالِک خُدائ جنګى ګاډۍ دى په سلګونو او زرګونو. مالِک خُدائ د سينا د غرۀ نه خپل مقدس ځائ ته راغلو.</verse>
				<verse number="18">کله چې تۀ بره لاړې قېديان دې ځان سره بوتلل. د بنيادمو نه درته تحفې مِلاو شوې د هغوئ نه هم کومو چې بغاوت کړے وو. نو هم داسې مالِک خُدائ هلته استوګنه وکړله.</verse>
				<verse number="19">زمونږ خلاصونکى مالِک خُدائ ته دې ثناء وى، څوک چې هره ورځ زمونږ بوج وړى.</verse>
				<verse number="20">زمونږ قادر مطلق خُدائ هغه مالِک خُدائ دے څوک چې خلاصون ورکوى، قادر مطلق خُدائ څوک چې مونږ د مرګ نه خلاصوى.</verse>
				<verse number="21">خو مالِک خُدائ به د خپلو دشمنانو سر هوار کړى، او د هغوئ کوپړۍ به هواره ‎کړى څوک چې د ګناه په لار روان وى.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به خپل دشمنان د بسن نه واپس راښکته کړم، زۀ به هغوئ د سمندر د تل نه راوباسم،</verse>
				<verse number="23">تاسو به د هغوئ په وينو کښې خپلې پښې ووينځئ، او ستاسو سپى به خپله حِصه په خپلو ژبو وڅټى.“</verse>
				<verse number="24">اے پاکه خُدايه، ستا جلوس هر چا وليدلو، زما د خُدائ پاک او زما د بادشاه جلوس چې مقدس ځائ ته داخلېدو.</verse>
				<verse number="25">سندرغاړى ترې نه وړاندې او ورپسې موسيقاران دى، او په مينځ کښې يې پېغلې جينکۍ دى چې تمبلونه غږوى،</verse>
				<verse number="26">”په لويو ډلو کښې د خُدائ پاک ثناء صِفت ادا کړئ، د بنى اِسرائيلو په جماعت کښې د مالِک خُدائ صِفت وکړئ.“</verse>
				<verse number="27">د بنيامين وړه قبيله د دوئ لارښودنه کوى، بيا ورپسې د يهوداه شهزادګان راروان دى، په هغوئ پسې د زبولون او نفتالى شهزادګان راروان دى.</verse>
				<verse number="28">پاکه خُدايه، خپل زور دې وښايه. لکه څنګه چې تا مخکښې ښودلے وو مونږ ته خپل زور بيا وښايه، پاکه خُدايه.</verse>
				<verse number="29">ستا د مقدس کور په خاطر چې په يروشلم کښې دے، بادشاهان تا له تحفې راوړى.</verse>
				<verse number="30">مِصر ورټه څوک چې د وحشى ځناورو په شان د لوخو په ځنګل کښې اوسيږى، او هغه قومونه چې د ځنګلى غوَيانو د رمو په شان د سخو په مينځ کښې دى ورټه، او دوئ عاجزه کړه چې تا ته د سپينو زرو نذرانې وړاندې کړى. هغه خلق خوارۀ وارۀ کړه څوک چې د جنګ شوق کوى.</verse>
				<verse number="31">مِصريان دې د زېړو د قيمتى تُحفو سره راشى، او د ايتهوپيا خلق دې خُدائ ته لاس په دُعا شى.</verse>
				<verse number="32">د دُنيا بادشاهتونو د خُدائ د لويئ سندرې ووايئ، مالِک خُدائ ته سندرې ووايئ او ثناء صِفت بيان کړئ.</verse>
				<verse number="33">د هغۀ ثناء صِفت وکړئ څوک چې په عرش باندې د ازل نه ناست دى، هغه چا ته څوک چې په دروند آواز غږيږى.</verse>
				<verse number="34">خُدائ پاک په خپل قدرت کښې وستايئ، د چا چې دبدبه په بنى اِسرائيلو او زور په آسمانونو دے.</verse>
				<verse number="35">په خپل مقدس ځائ کښې ستا شان څومره لوئ دے، پاکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک طاقت او قدرت ورکوى خپلو خلقو ته، ثناء صِفت دې وى خُدائ پاک ته.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="69">
				<verse number="1">اے پاکه خُدايه، ما بچ کړه، ځکه چې سېلاب مې تر مرۍ رارسېدلے دے.</verse>
				<verse number="2">زما د پښو دپاره کلکه زمکه نشته خټو کښې ډوبېږم په ژورو اوبو کښې سېلاب راګېر کړے يم ډوبېږم.</verse>
				<verse number="3">مرۍ مې وُچه شوه په چغو ستړے شوم، خُدائ ته په انتظار کولو مې نظر کم شو.</verse>
				<verse number="4">څوک چې ما نه نفرت کوى زما د سر وېښتو نه زيات دى. هغوئ بې‌سببه ما سره دشمنى کوى او چې ما ختمول غواړى ډېر دى. هغوئ رانه هغه څۀ واپس غواړى چې مې پټ کړى نۀ دى.</verse>
				<verse number="5">اے پاکه خُدايه، تا ته پته ده چې زۀ څومره بې‌وقوفه يم، او ستا نه پټ نۀ دى زما ګناهونه.</verse>
				<verse number="6">اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه څوک چې په تا باندې توکل کوى، هغوئ دې زما په وجه شرمنده نۀ شى څوک چې ستا لټون کوى. اے د بنى اِسرائيل خُدايه، هغوئ دې زما په وجه شرمنده نۀ شى.</verse>
				<verse number="7">ستا دپاره ما د خلقو سپکاوے برداشت کړو او د شرم په وجه ما خپل سر ښکته کړو.</verse>
				<verse number="8">تر دې چې خپلو وروڼو راته د پردو نظر وکړو، او زۀ په خپلو وروڼو کښې پردے شوم.</verse>
				<verse number="9">ستا د کور غېرت دپاره زۀ وسوزېدم، څوک چې تا سپکوى د هغوئ سپکوالے زۀ برداشت کوم.</verse>
				<verse number="10">کله چې زۀ ژاړم او روژه ونيسم، نو دوئ په ما پورې خندا کوى.</verse>
				<verse number="11">کله چې زۀ د ټاټ جامې واچوم نو دوئ په ما پورې خندا کوى.</verse>
				<verse number="12">په لارو کوڅو کښې ما پورې ټوقې کوى، شرابيان مې په بې‌عزتۍ سره په سندرو کښې يادوى.</verse>
				<verse number="13">خو مالِکه خُدايه، په مناسب وخت کښې دې زما دُعا واوره، په خپله لويه مينه کښې دې زما د خلاصون سوال قبول کړه.</verse>
				<verse number="14">ما په خټو کښې د ډوبېدو نه بچ کړه، څوک چې رانه نفرت کوى د هغوئ نه ما بچ کړه، او د ژورو اوبو نه مې رابهر کړه.</verse>
				<verse number="15">زما د سر دپاسه سېلاب تېرېدو ته مۀ پرېږده، په اوبو کښې ډوبېدو ته مې مۀ پرېږده، او لحد ته غورزېدو ته مې مۀ پرېږده.</verse>
				<verse number="16">اے مالِکه خُدايه، د خپلې ابدى مينې په نېکۍ کښې دې زما سوال قبول کړه، او په خپله لويه مهربانۍ کښې دې ما ته خپل مخ راواړوه.</verse>
				<verse number="17">د خپل بنده نه دې مخ مۀ پټوه، په سختۍ کښې راګېر يمه دُعا مې زر قبوله کړه.</verse>
				<verse number="18">ما له نزدې راشه او په قيمت مې واخله، ما د خپلو دشمنانو د لاس نه خلاص کړه.</verse>
				<verse number="19">تا ته پته ده چې زۀ څومره بې‌عزته شوم او څومره وشرمولے شوم، زما ټول دشمنان ستا په وړاندې دى.</verse>
				<verse number="20">ډېرې بې‌عزتۍ مې زړۀ مات کړے دے نااُميده يم، څوک نۀ وُو چې په ما يې رحم کړے وے، يو هم نۀ وو، څوک نۀ وُو چې ما له يې تسلى راکړے وے، يو هم نۀ وو.</verse>
				<verse number="21">د روټۍ په ځائ يې زهر راله راکړل، د اوبو په ځائ سرکه يې راله راکړه.</verse>
				<verse number="22">د هغوئ دسترخوان دې د هغوئ دپاره جال او دام شى، او د هغوئ مال دولت دې ورته دام وګرځى.</verse>
				<verse number="23">سترګې يې ړندې کړه چې هغوئ ونۀ وينى، او د هغوئ ملاګانې دې د تل دپاره ټيټې شى.</verse>
				<verse number="24">تۀ دې خپل قهر په هغوئ نازل کړه، او ستا هيبتناکه غصه دې هغوئ راګېر کړى.</verse>
				<verse number="25">د هغوئ کورونه دې وران شى، د هغوئ په خېمو کښې دې د اوسېدو هيڅ څوک پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="26">چا له چې تا سزا ورکړه په هغوئ ظلم کوى، او ورله په زخمونو باندې مالګې دوړه وى.</verse>
				<verse number="27">هغوئ سره د ټولو ګناهونو ذره ذره حساب وکړه، او په خپل خلاصون کښې ورته برخه مۀ ورکوه.</verse>
				<verse number="28">د هغوئ نومونه دې د ژوندون د کِتاب نه لرې شى، د صادقانو په شمېر کښې دې حساب نۀ شى.</verse>
				<verse number="29">په درد کښې يم او په ما باندې سختى ده، اے پاکه خُدايه، په خپل خلاصون دې ما بچ کړه.</verse>
				<verse number="30">زۀ به د خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړم، په شُکر ګزارۍ سره به د هغۀ عزت وکړم.</verse>
				<verse number="31">دا به مالِک خُدائ د غوَيى د قربانۍ نه زيات خوشحاله کړى، د دې نه زيات چې پوره غوَيے ورته د ښکرونو او سومونو سره وړاندې کړى.</verse>
				<verse number="32">مظلومان چې دا ووينى نو ډېر به خوشحاله شى، څوک چې د خُدائ پاک لټون کوى نو هغوئ به هم ډاډه شى.</verse>
				<verse number="33">ځکه چې د مظلومانو ژړا مالِک خُدائ په خپله اورى، او هغه کله هم خپل قېديان نۀ هېروى.</verse>
				<verse number="34">اے زمکې او آسمانه د خُدائ ثناء ووايئ، سمندرونو او هر څۀ چې په کښې ګرځى.</verse>
				<verse number="35">خُدائ به صيون بچ کړى او دوباره به د يهوداه ښارونه آباد کړى، نو خلق به هغه ځائ کښې اوسيږى او دوئ ته به يې په ميراث کښې ورکړى.</verse>
				<verse number="36">د هغۀ د خِدمتګارانو اولاد ته به يې ميراث کښې ورکړى، هغوئ به په کښې اوسيږى څوک چې د هغۀ د نوم سره مينه کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="70">
				<verse number="1">پاکه خُدايه، ما ته خلاصون راکړه، مالِکه خُدايه، زر راشه، او زما مدد وکړه.</verse>
				<verse number="2">هغوئ څوک چې زما د مړ کولو کوشش کوى، هغوئ دې شرمنده او سرګردانه شى، هغوئ ټول څوک چې زما تباه کېدل غواړى، دوئ ټول دې شکست وخورى او شرمنده دې شى.</verse>
				<verse number="3">هغه څوک چې ما پورې خندا کوى، هغوئ دې ماتے وخورى وارخطا دې شى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ څوک چې ستا لټون کښې ګرځى، هغوئ دې خوښى وکړى او خوشحاله دې شى، څوک چې ستا خلاصون سره مينه کوى، همېشه دې د مالِک خُدائ لوئى بيانوى.</verse>
				<verse number="5">زۀ ډېر غريب او حاجتمند يم، اے خُدايه، ما له زر راشه، اے زما مددګاره او خلاصوونکيه، اے مالِکه خُدايه، نور انتظار مۀ کوه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="71">
				<verse number="1">زما مالِکه خُدايه ستا پناه له راغلے يم، ما مۀ پرېږده چې په شرم وشرمېږم،</verse>
				<verse number="2">په خپل صداقت سره دې ما بچ کړه او خلاصون راکړه، ما ته غوږ ونيسه او ما بچ کړه.</verse>
				<verse number="3">تۀ زما د پناه ګټ شه چرته چې زۀ هر وخت ورتلے شم، تۀ حُکم ورته وکړه چې زۀ په کښې بچ شم. ځکه چې تۀ يې زما ګټ او قلعه.</verse>
				<verse number="4">زما پاکه خُدايه، ما د بدعملو د لاسونو نه خلاص کړه، او د بدکارانو او ظالمانو د قبضې نه مې خلاص کړه.</verse>
				<verse number="5">اے قادر مطلق مالِکه خُدايه صرف تۀ زما اُميد يې، او د ورکوټوالى نه په تا باندې توکل کوم.</verse>
				<verse number="6">زما د پېدا کېدو سره سم ما هم په تا بهروسه کړې ده، او هم تا زما خيال وساتلو د مور په ګېډه. زۀ به همېشه ستا ثناء صِفت کوم.</verse>
				<verse number="7">د ډېرو خلقو په وړاندې عجيبه غوندې مثال ګرځېدلے يم، خو تۀ مضبوطه پناه ګاه يې زما دپاره.</verse>
				<verse number="8">ټوله ورځ زۀ په ژبه ستا ثناء صِفت کوم، ستا شان او شوکت ټوله ورځ بيانوم.</verse>
				<verse number="9">په بوډاوالى کښې چې ما ونۀ غورزوې، هرکله چې زما زور ختم شى ما مۀ هېروه.</verse>
				<verse number="10">زما دشمنان زما خلاف خبرې کوى، څوک چې راپسې دى هغوئ زما د وژلو بندوبست کوى.</verse>
				<verse number="11">دوئ وائى، ”خُدائ پاک ترې نه لاس اخستے دے نو ورپسې شئ او راټينګ يې کړئ. هيڅ څوک نشته چې هغۀ له خلاصون ورکړى.“</verse>
				<verse number="12">زما نه لرې مۀ اوسېږه، اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه، ستا مِنت کوم ما ته زر راشه.</verse>
				<verse number="13">څوک چې ما پورې تور تړى نو و دې شرميږى او تباه دې شى، څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، هغوئ دې سپک شى او په شرمونو کښې دې پټ شى.</verse>
				<verse number="14">خو زۀ به همېشه دپاره ستا نه اُميد کوم، زۀ به ستا ثناء صِفت ډېر ډېر کوم.</verse>
				<verse number="15">زۀ به په خپله ستا صداقت بيان کړم، ټوله ورځ به ستا خلاصون بيانوم، کۀ څۀ هم زۀ په وينا کښې ماهر نۀ يم.</verse>
				<verse number="16">اے قادر مطلق مالِک خُدايه زۀ به ستا د لويئ کارونه بيان کړم. چې صرف تۀ اِنصاف کوونکے يې زۀ به هر چا ته ووايم.</verse>
				<verse number="17">د ورکوټوالى نه دې ما له تعليم راکړے دے اے پاکه خُدايه، زۀ تر ننه پورې ستا عجيبه کارونه ستايم.</verse>
				<verse number="18">کۀ چرې زۀ هم بوډا او سپين‌ږيرے شم، خو اے پاکه خُدايه، ما مۀ پرېږده ځان له، ترڅو چې زۀ راتلونکى نسل ته ستا قدرت بيان نۀ کړم، او ټولو را روانو نسلونو ته ستا زور بيان نۀ کړم.</verse>
				<verse number="19">ستا صداقت آسمانونو ته رسيږى پاکه خُدايه، هم دا تا کړې دى لوئ کارونه. ستا په شان بل څوک نشته پاکه خُدايه.</verse>
				<verse number="20">کۀ څۀ هم تا زۀ د ډېرو سختو سره مخ کړم، تۀ به دوباره ما ژوندے کړې، او د زمکې د ژورې کندې نه به مې راوباسې.</verse>
				<verse number="21">تۀ به زما عزت زيات کړې، يو ځل بيا به ډاډګيرنه راکړې.</verse>
				<verse number="22">زۀ به ستا ثناء صِفت د سريندې په ساز کښې کوم، ځکه چې تۀ په خپلو وعدو وفادار يې، زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا صِفت کوم، اے د بنى اِسرائيلو مقدس خُدايه.</verse>
				<verse number="23">زما شونډې به د خوشحالۍ وکړى آوازونه، کله چې زۀ ستا ثناء صِفت کومه، ځکه چې تا زۀ بچ کړے يم.</verse>
				<verse number="24">زما ژبه به ستا صداقت ټوله ورځ بيانوى، ځکه چا چې غوښتل چې ما ته نقصان ورسوى هغوئ به په شرم او په بې‌عزتۍ اخته وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="72">
				<verse number="1">اے خُدايه پاکه، د اِنصاف دپاره بادشاه له همت ورکړه، او د بادشاه زوئ له صداقت ورکړه.</verse>
				<verse number="2">هغه به په صداقت سره د خلقو عدالت وکړى، ستا د مظلومانو به په اِنصاف سره عدالت وکړى.</verse>
				<verse number="3">غرونه به خلقو ته آبادى راولى، غونډۍ دې د صداقت مېوه ونيسى.</verse>
				<verse number="4">او هغه به د خلقو په مينځ کښې د مظلومانو مدد وکړى، او د غريبانانو بچو ته به خلاصون ورکړى، او ظالمان به د پښو لاندې کړى.</verse>
				<verse number="5">ترڅو چې په آسمان کښې نمر او سپوږمۍ وى، ټول خلق به تا نه يريږى، نسل در نسل به دا جارى وى.</verse>
				<verse number="6">نو بادشاه دې د باران په شان د واښو په پټو راوريږى، لکه د باران په څاڅکو چې زمکه سيرابيږى.</verse>
				<verse number="7">د هغۀ په ورځو کښې به صادقان آباد وى، ترڅو چې په آسمان کښې سپوږمۍ وى نو تر هغه وخته به آباد وى.</verse>
				<verse number="8">هغه به د سمندر نه تر سمندر پورې، او د فرات د سيند نه د زمکې تر آخره به حکومت کوى.</verse>
				<verse number="9">د دشتو کوچيان به د هغۀ په وړاندې په سجده شى، د هغۀ دشمنان به خاورى په خولۀ شى.</verse>
				<verse number="10">هغۀ ته به د ترسيس بادشاهان او د لرو لرو جزيرو نه قلنګ راوړى، هغۀ ته به د شيبا او سِيبا بادشاهان تحفې راوړى.</verse>
				<verse number="11">ټول بادشاهان به هغۀ ته په سجده شى، ټول قومونه به د هغۀ خِدمت ګزار شى.</verse>
				<verse number="12">هغه به حاجتمندو له خلاصون ورکړى څوک چې هغۀ ته وژاړى، او د هغه مظلومانو به مددګار وى د چا چې څوک نۀ وى.</verse>
				<verse number="13">په ضعيفانو او په حاجتمندانو به رحم وکړى، او حاجتمندان به د مرګ نه بچ کړى.</verse>
				<verse number="14">هغه به دوئ د ظلم او جبر نه بچ کړى، د هغۀ په نظر کښې د دوئ وينه ده ډېره قيمتى.</verse>
				<verse number="15">د بادشاه عمر دې ډېر شى د شيبا سرۀ زر دې هغۀ ته ورکړے شى، خلق دې تل د هغۀ دپاره دُعا وغواړى، او ټوله ورځ دې هغۀ ته د خُدائ پاک برکت ورکړے شى.</verse>
				<verse number="16">غله دانه دې په مُلک کښې ډېره تېره شى، تر دې چې د غرونو په سرونو دې غلې دانې وشى. د لبنان د مېوو په شان دې مېوه زياته شى، لکه څنګه چې پټى د واښو نه شنۀ دى، دغه شان دې انسانان په کښې ډېر شى.</verse>
				<verse number="17">د بادشاه نوم دې د تل دپاره پاتې شى، ترڅو چې نمر وى تر هغې دې پاتې شى. ټول قومونه دې د هغۀ په وسيله برکتى شى، او هغوئ دې ورته بختور ووائى،</verse>
				<verse number="18">ثناء صِفت دې مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته وى، څوک چې په يواځې ځان په خپله عجيبه کارونه کوى.</verse>
				<verse number="19">د هغۀ جلالى نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، ټوله زمکه دې د هغۀ د جلال نه ډکه وى. آمين ثُمه آمين.</verse>
				<verse number="20">دا د داؤد د دُعاګانو خاتمه ده، څوک چې د يَسى زوئ دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="73">
				<verse number="1">خُدائ پاک بې‌شکه د بنى اِسرائيلو سره ښۀ دے، او د چا زړونه چې صفا وى د هغوئ سره ښۀ دے.</verse>
				<verse number="2">خو څومره چې زما په متعلق خبره وه تقريباً پښې مې ښوئېدو ته نزدې شوې وې، نزدې وه چې زمکه مې د پښو نه تښتېدلے وے.</verse>
				<verse number="3">نو ما د کبرژنو سره کينه وکړه، هرکله چې ما د بدکارانو ترقى وليده.</verse>
				<verse number="4">هغوئ هيڅ قسمه تکليف نۀ لرى، او د هغوئ وجود صحتمند او قوى وى.</verse>
				<verse number="5">او د نورو خلقو غوندې هغوئ په تکليف کښې نۀ دى، او د نورو خلقو غوندې په سختو او کړاونو کښې نۀ دى.</verse>
				<verse number="6">ځکه د دوئ غاړه د فخر اميل دے، او دوئ د شرارت جامې اغوستې دى.</verse>
				<verse number="7">د مال دولت په وجه هغوئ غټ سترګى دى، د دوئ د ذهنونو د ګنده خيالاتو څۀ حد نشته.</verse>
				<verse number="8">د خلقو بې‌عزتى کوى او د نفرت او حسد نه ډکې خبرې کوى، په کبرژنه لهجه په خپله ژبه سره د ظلم او زياتې خبرې کوى.</verse>
				<verse number="9">د هغوئ خبرې د آسمان نه هم اوچتې دى، او په خپله ژبه يې ټوله دُنيا وخوړله.</verse>
				<verse number="10">نو په دې وجه د خُدائ پاک د غوره شوو خلقو هم دوئ ته پام شو، او د هغوئ خبرو منلو ته ليواله شو.</verse>
				<verse number="11">دوئ وائى چې، ”خُدائ پاک ته به پته لګى څۀ؟ خُدائ تعالىٰ سره داسې عِلم شته دے څۀ؟“</verse>
				<verse number="12">دا بدکاران وګورئ دغه شان وى، چې ژوند يې په آرام وى مال دولت يې زياتيږى.</verse>
				<verse number="13">نو بيا ما هسې خپل زړۀ پاک ساتلے دے، او ځان مې هسې د ګناه نه بچ ساتلے دے.</verse>
				<verse number="14">زۀ به ټوله ورځ کړېدلم، هر سحر به وهلے کېدلم.</verse>
				<verse number="15">کۀ چرې ما داسې وئيلے، نو ما به ستا د بچو هم شېطانت کړے وو.</verse>
				<verse number="16">کله چې ما پرې د پوهېدو کوشش وکړو، نو دا کار ما ته سخت ښکاره شو.</verse>
				<verse number="17">ترڅو چې زۀ د خُدائ پاک مقدس ځائ ته ورننوتم، نو بيا زۀ د بدکارانو د اَنجام نه خبر شوم.</verse>
				<verse number="18">تا بې‌شکه چې هغوئ په ښوئېدونکې زمکه ودرولى دى، هغوئ تا د بربادۍ کندې ته ښکته غورزولى دى.</verse>
				<verse number="19">ناګهانه به هغوئ برباد شى، دوئ به په يره او وحشت کښې راګېر شى او په پوره طور سره به فنا شى،</verse>
				<verse number="20">لکه څنګه چې څوک د خوب نه راپاڅى او خوب ليدل يې ختم شى. نو هغوئ به هم ختم شى کله چې تۀ مالِکه خُدايه راپاڅې.</verse>
				<verse number="21">نو کله چې زما زړۀ خفه وو، او روح زما په ما کښې زخمى شوے وو.</verse>
				<verse number="22">زۀ څومره بې‌احساسه او جټ جاهله وم، زۀ به تا ته د بې‌عقله ځناور په شان ښکاره کېدم.</verse>
				<verse number="23">خو د هر څۀ باوجود به بيا هم زۀ د تل دپاره تا سره يم، په خپله مې د ښى لاس نه راونيسه.</verse>
				<verse number="24">د خپلې مشورې په ذريعه زما رهنمائى کوې، نو آخر به هم ما خپل جلال ته راوغواړې.</verse>
				<verse number="25">په آسمان کښې زما څوک دى بې له تا نه؟ د بل چا خواهش نۀ لرم په زمکه غېر ستا نه.</verse>
				<verse number="26">کۀ هر څومره زما زړۀ او بدن کمزورى وى، خو د تل دپاره به خُدائ زما د زړۀ زور او اُميد وى.</verse>
				<verse number="27">څوک چې تا نه لرې دى هغوئ به تباه شى، او هغوئ چې تا سره وفادار نۀ وى نو تباه به شى.</verse>
				<verse number="28">خو زما دپاره به دا ښۀ وى چې زۀ خُدائ ته نزدې شم. ما تۀ خپله پناه ګاه جوړه کړې قادر مطلق مالِکه خُدايه، زۀ به ستا ټول کارونه بيانوم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="74">
				<verse number="1">اے خُدايه پاکه، ولې، تا مونږ د تل دپاره رد کړى يُو څۀ؟ ولې ستا غصه به د خپلې رمې په ګډو باندې وى څۀ؟</verse>
				<verse number="2">هغه خلق راپه ياد کړه چې د پخوا نه تا په بيعه اخستى دى، او د هغه قوم فديه دې ورکړې ده کوم چې ستا ميراث دے، د صيون غر راپه ياد کړه کوم ځائ چې تۀ اوسېدلے يې.</verse>
				<verse number="3">د هغوئ په دائمى کنډرو کښې خپل قدم کېږده، ځکه چې دشمن ستا په عبادتخانه کښې هر څۀ تباه کړى دى.</verse>
				<verse number="4">ستا په عبادتګاه کښې ستا دشمنانو چغې وهلې دى، او دوئ هلته خپلې د فتحې جنډې لګولې دى.</verse>
				<verse number="5">دوئ د هغه کسانو په شان ښکارى چا چې خپل تبرُونه اوچت کړى وى چې په هغوئ د ټولو نه غټې ونې راوغورزوى.</verse>
				<verse number="6">هغوئ ستا د عبادتګاه ټولې د ګُلکارۍ تختې په خپلو تبرُونو او ترښځو سره ورانې کړې.</verse>
				<verse number="7">ستا پاک ځائ ته يې اور واچولو او ختم يې کړو، او ستا د نوم د اوسېدلو ځائ يې سپک او بې‌حرمته کړو.</verse>
				<verse number="8">او هغوئ په خپلو زړونو کښې وائى چې، ”مونږ به دوئ بلکل چخڼى کړُو.“ دوئ هغه ټول ځايونه وسوزول کوم ځائ به چې د خُدائ پاک عبادت کېدو.</verse>
				<verse number="9">مونږ نۀ معجزه وليده او نۀ راسره پېغمبر پاتې شو، او په مونږ کښې هيڅ څوک په دې نۀ پوهېدو چې دا حالت به کله ختم شى.</verse>
				<verse number="10">اے پاکه خُدايه، ترڅو به دشمن ستا نوم پورې خندا کوى؟ او تل به هغه ستا د نوم بې‌حرمتى کوى؟</verse>
				<verse number="11">تا ولې خپل زورَور ښے لاس استعمال نۀ کړو؟ نو خپل لاس او قدرت دې راڅرګند کړه او دوئ برباد کړه.</verse>
				<verse number="12">خو پاکه خُدايه د ازله تۀ يې بادشاه زما، زمکې له راوړے خلاصون دے تا.</verse>
				<verse number="13">تا په خپل قدرت سره سمندر په مينځ جدا کړو، د غټو بلاګانو سرونه دې په سمندر کښې مات کړل.</verse>
				<verse number="14">تا د سمندرى بلاګانو سرونه مات کړل، او د صحراګانو په ځناورو دې د دوئ غوښې وخوړې.</verse>
				<verse number="15">تا زمونږ دپاره چينې او نِهرونه پرانستل، او تل بهېدونکى دريابونه دې وُچ کړل.</verse>
				<verse number="16">ورځې دى کۀ شپې دى دواړه ستا دى، نمر او سپوږمۍ تا په خپل ځائ مقرر کړى دى.</verse>
				<verse number="17">تا په خپله د زمکې ټول سرحدونه مقرر کړل، تا دواړه د ګرمۍ او يخنۍ موسمونه پېدا کړل.</verse>
				<verse number="18">مالِکه خُدايه راياد کړه چې دشمن به څنګه تا پورې ټوقې کولې، او څنګه به کم عقلانو ستا د نوم ګستاخى کوله،</verse>
				<verse number="19">د خپلې ګوګوشتکې ژوند ځناورو ته مۀ حواله کوه او د خپلو مظلومانو ژوند د تل دپاره مۀ هېروه،</verse>
				<verse number="20">د خپل لوظ احترام کوه، ځکه چې د زمکې ټول تيارۀ ځايونه د ظلم نه ډک دى.</verse>
				<verse number="21">مظلومان مۀ پرېږده چې دوباره شرمنده شى، مسکينان او غريبانان دې ستا د نوم ثنا خوان شى،</verse>
				<verse number="22">راپاڅه، پاکه خُدايه، او د خپلې دعوې دفاع وکړه، راپه ياد کړه چې څومره بې‌وقوفانو هر وخت ستا د نوم ګستاخى کوله،</verse>
				<verse number="23">د خپلو مخالفو نعرې ياد ساته، د خپلو دشمنانو شور چې هر وخت چغې وهى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="75">
				<verse number="1">مونږ پاکه خُدايه ستا شُکر کوُو، مونږ شُکر کوُو چې ستا نوم نزدې دے، او خلق ستا د عجيبه کارونو په حقله خبرې کوى.</verse>
				<verse number="2">تا وفرمائيل چې، ”مقرر شوے وخت زۀ په خپله خپل ځان له خوښوم، دا زۀ يم چې دغه رنګ د اِنصاف فېصلې کوم.</verse>
				<verse number="3">کله چې دُنيا او هر ژوندے څيز هم په کښې لړزيږى، خو دا زۀ يم چې د دې ستنې مې کلکې نيولى دى.</verse>
				<verse number="4">مغرُورو ته وايمه چې لافې نۀ کوى، او بدکارانو ته وايمه چې په خپل قدرت فخر نۀ کوى،</verse>
				<verse number="5">خپل ښکرونه د آسمان خلاف مۀ اوچتوئ، او په هسکه غړۍ خبرې مۀ کوئ.“</verse>
				<verse number="6">هيڅ څوک د مشرق نه تر مغربه پورې نشته، او نۀ په صحرا کښې څوک شته چې انسان اوچت کړى.</verse>
				<verse number="7">خو دا خُدائ پاک دے څوک چې اِنصاف کوى، او هغه يو لاندې کوى او بل اوچتوى.</verse>
				<verse number="8">د مالِک خُدائ په لاس کښې پيالۍ ده، چې د هغۀ د غضب د ترخو ميو نه ډکه ده، هغه يې توئيوى چې د دُنيا ټول بدعمله خلق يې تر آخره پورې وڅښى.</verse>
				<verse number="9">خو زۀ به يې تر ابده پورې ستايم، زۀ به په سندرو کښې د يعقوب د خُدائ پاک ثناء صِفت کوم.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ به د ټولو شريرانو ښکرونه مات کړم، خو د نېکانو ښکرونه به اوچت کړم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="76">
				<verse number="1">خُدائ پاک په يهوداه کښې مشهور دے، د هغۀ په بنى اِسرائيلو کښې لوئ نوم دے.</verse>
				<verse number="2">د هغۀ خېمه په شاليم کښې ده، او د هغۀ استوګنه په صيون کښې ده.</verse>
				<verse number="3">هلته هغۀ د اور غشى مات کړل، ډالونه او تُورې او وسله يې د جنګ مات کړل.</verse>
				<verse number="4">تۀ نُور او جلال لرې، د اوچتو غرونو نه زيات شان او شوکت لرې.</verse>
				<verse number="5">د دشمنانو تکړه کسان هلته لوټ شول او په ابدى خوب اودۀ شول. يو جنګيالى بيا هم خپل لاسونه اوچتولے نۀ شول.</verse>
				<verse number="6">ستا په رټلو، اے د يعقوب پاکه خُدايه، آسونه او سورلى يې دواړه شول په خوب اودۀ.</verse>
				<verse number="7">صرف ستا نه يرېدل په کار دى، کله چې تۀ په قهر يې څوک ستا په وړاندې ودرېدے شى؟</verse>
				<verse number="8">کله چې تا د آسمان نه د اِنصاف نعره وکړه. نو زمکه ويرېدله او خاموشه شوه</verse>
				<verse number="9">اے پاکه خُدايه، کله چې تۀ د عدالت دپاره ودرېږې، چې د دُنيا ټول مظلومان بچ کړى.</verse>
				<verse number="10">ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ خپل خُدائ ته منښتې ومنئ او هغه بيا ورکړئ، هغوئ ټول چې د هغۀ په خوا او شا کښې دى، او د چا نه چې يرېدل په کار دى هغۀ ته دې نذرونه ورکړى،</verse>
				<verse number="12">هغه حاکمان عاجزان کوى، او د زمکې بادشاهان د هغۀ نه يره کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="77">
				<verse number="1">ما د مدد دپاره خُدائ پاک ته ژړا وکړه، ما ژړا وکړه خُدائ پاک ته چې زما واوره.</verse>
				<verse number="2">کله چې ما باندې سخته وه مالِک خُدائ مې راياد کړے وو. ټوله شپه مې خپل لاسونه د دُعا دپاره اوچت کړى وُو. خو بيا هم زما زړۀ بې‌قراره وو.</verse>
				<verse number="3">اے پاکه خُدايه، په دردونو کښې زۀ تا يادوم، او روح مې مړاوے شو او زۀ په فکر کښې ډوب شوم.</verse>
				<verse number="4">ستا نه ټوله شپه سترګې پټولے نۀ شم، زۀ د ډېرې پرېشانۍ نه خبرې کولے نۀ شم.</verse>
				<verse number="5">ما په تير شوو ورځو سوچ کولو، په تېر شوو کالونو باندې مې سوچ کولو.</verse>
				<verse number="6">ما ټوله شپه خپل سرودونه يادول، په سوچونو کښې ډوب شوے وم او سوالونه راته پېدا شول،</verse>
				<verse number="7">”ولې مالِک خُدائ به د تل دپاره ما شړى څۀ؟ ولې هغه به بيا خپله مِهربانى ما ته نۀ ښائى څۀ؟</verse>
				<verse number="8">ولې د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د تل دپاره ختمه شوه څۀ؟ ولې د هغۀ وعده د تل دپاره ناکاميابه شوه څۀ؟</verse>
				<verse number="9">ولې خُدائ پاک مهربانى هېره کړې ده څۀ؟ ولې په غصه کښې هغۀ خپل رحم واپس کړے دے څۀ؟“</verse>
				<verse number="10">نو بيا ما خپل ځان سره ووئيل چې، ”زۀ څومره دردمند يم، چې د خُدائ تعالىٰ ښے لاس نور ما سره نۀ دے.“</verse>
				<verse number="11">زۀ به د مالِک خُدائ کارونه راپه ياد کړم. زۀ به ستا پخوانۍ معجزې رايادې کړم،</verse>
				<verse number="12">زۀ به ستا په ټولو کارونو سوچ وکړم، او ستا په ټولو کارونو به فکر وکړم،</verse>
				<verse number="13">اے پاکه خُدايه، ستا لارې او طريقې مقدسې دى، داسې کوم يو خُدائ دے چې زمونږ خُدائ پاک ته رسى؟</verse>
				<verse number="14">تۀ هغه خُدائ پاک يې چې معجزې کوى، تۀ خپل قدرت د قومونو په مينځ کښې ښکاره کوې.</verse>
				<verse number="15">په خپلو تکړه لاسونو دې خپلو خلقو ته خلاصون ورکوې، د يعقوب او د يوسف اولاد ته خلاصون ورکوې.</verse>
				<verse number="16">اے پاکه خُدايه، کله چې اوبو تۀ وليدلې، نو په اوبو باندې يرې نه لړزان راغلو، او په ژورو اوبو باندې سخته يره راغله.</verse>
				<verse number="17">وريځو بارانونه راوورول، او په آسمان کښې د تندر آوازونه شول، او ستا د برېښنا غشى په کښې پړقېدل.</verse>
				<verse number="18">ستا د تندر آوازونه په طوفان کښې واورېدے شول، ستا برېښنا ټوله دُنيا رڼا کړه، زمکه په لړزان او رپېدو شوه.</verse>
				<verse number="19">ستا لار د سمندر په مينځ کښې ده، او په خطرناکو اوبو کښې ستا لاره ده، کۀ څۀ هم چې د پښې نښه دې نۀ ښکارېده.</verse>
				<verse number="20">تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه، د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="78">
				<verse number="1">اے زما خلقو زما تعليم ته غوږ ونيسئ، زما د خولې خبرو ته غوږ ونيسئ.</verse>
				<verse number="2">زۀ به خپله خولۀ په مِثالونو پرانيزم، زۀ به زاړۀ او پټ رازونه راڅرګند کړم.</verse>
				<verse number="3">مونږ چې څۀ اورېدلى او پېژندلى دى، او څۀ چې زمونږ پلار نيکۀ مونږ ته وئيلى دى،</verse>
				<verse number="4">مونږ به دا د هغوئ د اولاد نه نۀ پټوُو، مونږ به دا راتلونکى نسل ته ووايو، د مالِک خُدائ د جلالى کارونو او طاقت او معجزو بيان به وکړُو.</verse>
				<verse number="5">هغۀ خپل شريعت يعقوب ته ورکړو، او خپل اصُول يې د بنى اِسرائيلو دپاره جوړ کړل. او هغۀ زمونږ پلار نيکۀ ته حُکم وکړو، چې خپلو ماشومانو ته دې تعليم ورکړى.</verse>
				<verse number="6">او په دې باندې به راتلونکے نسل پوهه شى، او هم هغه ماشومان چې وروستو به پېدا شى، او بيا به په خپل نمبر سره هغوئ هم خپلو ماشومانو ته ووائى.</verse>
				<verse number="7">نو بيا به دوئ په خُدائ توکل وکړى، او د هغۀ کارونه به نۀ هېروى، خو د هغۀ حُکمونه به منى.</verse>
				<verse number="8">دوئ به د خپل پلار نيکۀ په شان نۀ وى، او هغوئ به سرکشه او باغيان نۀ وى، د چا زړونه چې خُدائ پاک ته وفادار نۀ وُو، او د هغوئ احساس هم خُدائ پاک ته وفادار نۀ وو.</verse>
				<verse number="9">د اِفرائيم خلق سره د دې چې په غشو او ليندو سمبال وُو، خو بيا هم ټول د جنګ په ورځ د مېدان نه وتښتېدل.</verse>
				<verse number="10">هغوئ د خُدائ پاک لوظ پوره نۀ کړو، هغوئ د هغۀ شريعت رد کړو او عمل يې پرې ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="11">هغوئ دا هېر کړل چې هغۀ څۀ کړى وُو، هغه عجيبه کارنامې کومې چې هغۀ ورته ښودلې وې.</verse>
				<verse number="12">هغۀ د هغوئ د پلار نيکۀ په وړاندې معجزې وکړې، د مِصر په خاوره او د ضُعن په زمکه يې وکړې.</verse>
				<verse number="13">سمندر يې په مينځ دوه کړو هغوئ يې ترې نه تېر کړل، او هغۀ اوبۀ د دېوال په شان ودرولې.</verse>
				<verse number="14">په ورځ کښې به هغۀ د وريځ په ذريعه رهنمائى کوله، او ټوله شپه به يې د اور په رڼا سره بوتلل.</verse>
				<verse number="15">په بيابان کښې ورته ګټ وشلولو، او هغوئ ته لکه د سيند غوندې ډيرې اوبۀ ورکړې.</verse>
				<verse number="16">او هغۀ د ګټ نه نِهرونه روان کړل، او اوبۀ ترې نه لکه د دريابونو روانې شوې.</verse>
				<verse number="17">خو بيا هم هغوئ د خُدائ خلاف ګناه کوله، او په صحرا کښې يې د خُدائ تعالىٰ خلاف سرکشى وکړه.</verse>
				<verse number="18">دوئ قصداً د خُدائ پاک آزمېښت وکړو، او د هغۀ نه يې د خوښې خوراک وغوښتو.</verse>
				<verse number="19">هغوئ د خُدائ پاک خلاف خبرې کولې، ”خُدائ پاک په بيابان کښې د خوراک بندوبست نۀ شى کولے؟</verse>
				<verse number="20">کله چې هغۀ ګټ ووهلو نو اوبۀ ترې نه روانې شوې، او ډيرې ولې ترې نه روانې شوې، خو هغه مونږ له خوراک هم راکولے شى څۀ؟ هغه خپلو خلقو له غوښه ورکولے شى څۀ؟“</verse>
				<verse number="21">ولې کله چې مالِک خُدائ د دوئ دا خبرې واورېدې نو ډېر زيات غصه شو، او د يعقوب خلاف اور راوچت شو، او د هغۀ غضب د بنى اِسرائيلو خلاف راوچت شو،</verse>
				<verse number="22">ځکه چې په خُدائ پاک يې يقين نۀ کولو، او د هغۀ په خلاصون يې هم باور نۀ کولو.</verse>
				<verse number="23">خو هغۀ بره آسمانونو ته حُکم وکړو، نو دروازې پرانستلے شوې د آسمانونو،</verse>
				<verse number="24">او هغۀ د خوراک دپاره خلقو ته راولېږل من، هغۀ هغوئ له خوراک ورکړو د آسمان.</verse>
				<verse number="25">انسانانو د فرښتو خوراک وخوړو. چې څومره يې خوړلے شو هغۀ دوئ ته دومره راولېږلو.</verse>
				<verse number="26">هغۀ آسمانونو نه مشرقى هواګانې راوستلې، او هغۀ په خپل قُدرت سره جنوبى هواګانې راوستلې.</verse>
				<verse number="27">هغۀ په دوئ غوښه لکه د ګرد په شان راووروله، او مارغان يې ورته لکه د سمندر د غاړې د شګو په شان راولېږل.</verse>
				<verse number="28">دا مارغان يې د هغوئ د کېمپ مينځ ته راوستل، او د هغوئ د خېمو په خوا کښې کښېناستل.</verse>
				<verse number="29">دوئ ته يې دومره خوراک ورکړو چې د هغوئ نه سېوا هم شو، څۀ چې د دوئ د خوراک خواهش وو هغه هم دوئ ته ورکړے شو.</verse>
				<verse number="30">دوئ لا ماړۀ شوى نۀ وُو، خوراک يې لا په خولۀ کښې وو،</verse>
				<verse number="31">چې د خُدائ پاک قهر د دوئ خلاف راوچت شو. او هغۀ د دوئ نه تکړه خلق مړۀ کړل، او د بنى اِسرائيلو ځوانان يې هلاک کړل.</verse>
				<verse number="32">د دې هر څۀ باوجود هغوئ بيا هم ګناه کوله، او د معجزو سره يې بيا هم ايمان نۀ ساتلو.</verse>
				<verse number="33">نو د هغوئ ژوند بې‌اهميته تير شو، عمر يې په يره يره تير شو.</verse>
				<verse number="34">خو کله چې خُدائ پاک د هغوئ نه ځينې هلاک کړل، نو آخر يې هم د خُدائ پاک لټون شروع کړو. هغوئ توبه وويستله او د زړۀ نه د خُدائ خواهشمند شول.</verse>
				<verse number="35">نو دوئ ته ياد شُو چې خُدائ پاک د دوئ د پناه ګټ وو، او دا چې خُدائ تعالىٰ د دوئ خلاصونکے وو.</verse>
				<verse number="36">خو په خولۀ يې د هغۀ خوشامندى وکړله، او په ژبه باندې يې هغۀ ته دروغ ووئيل.</verse>
				<verse number="37">او د دوئ زړونه هغۀ ته وفادار نۀ وُو، او دوئ د هغۀ د لوظ سره وفادار نۀ وُو.</verse>
				<verse number="38">خو هغه دوئ سره ډېر مهربانه وو. د هغوئ ګناهونه يې معاف کړل او هغوئ يې تباه نۀ کړل. اکثر يې خپله غصه قابو کوله او خپل ټول قهر او غضب يې څرګند نۀ کړلو.</verse>
				<verse number="39">هغۀ راياد کړل چې بنيادم خو د غوښې نه جوړ دے، د هغې هوا په شان دے چې لګى او بيا نۀ واپس کيږى.</verse>
				<verse number="40">څو وارې هغوئ په بيابان کښې د هغۀ خلاف بغاوت وکړو، او هغه يې په بيابان کښې خفه کړو.</verse>
				<verse number="41">او په بيا بيا يې په خُدائ پاک باندې آزمېښت وکړو، دوئ د اِسرائيلو مقدس ذات خفه کړو.</verse>
				<verse number="42">دوئ ته د هغۀ قدرت ياد نۀ وو، نۀ ورته دا ياد وُو چې په کومه ورځ هغۀ د ظالمانو نه خلاص کړى وُو.</verse>
				<verse number="43">هغوئ هغه معجزې رايادې نۀ کړې کومې چې په مِصر کښې شوې وې، او نۀ هغه عجيبه کارنامې چې په ضُعن کښې شوې وې.</verse>
				<verse number="44">هغۀ د دوئ سيندونه په وينو بدل کړل، دوئ د خپلو نِهرونو اوبۀ څښلے نۀ شوې.</verse>
				<verse number="45">هغۀ دوئ پسې د مچانو لښکر راولېږلو چې دوئ تباه کړى، او د چيندخانو عذاب چې دوئ ته تکليف ورکړى.</verse>
				<verse number="46">هغۀ د دوئ فصلونه مُلخانو ته حواله کړل، او د هغوئ غله دانه قحطى مُلخانو وخوړله.</verse>
				<verse number="47">هغۀ د دوئ د انګورو باغونه په ږلۍ سره تباه کړل، او د دوئ اينځران يې ټول ږلۍ سره تباه کړل.</verse>
				<verse number="48">او هغۀ د دوئ څاروى ږلۍ ته حواله کړل، او د دوئ رَمې يې د برېښنا غشو ته حواله کړې.</verse>
				<verse number="49">هغۀ دوئ ته خپله سخته غصه وښودله، او خپل غضب او قهر يې ورته وښودلو، او د هلاکونکو فرښتو دسته يې راولېږله.</verse>
				<verse number="50">هغۀ خپلې غصې ته لار جوړه کړه، او هغۀ دوئ د مرګ نه بچ نۀ کړل، خو دوئ يې وبا ته په حواله کړل.</verse>
				<verse number="51">هغۀ د مِصريانو ټول مشران زامن مړۀ کړل، د حام په خېمو کښې يې د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه ختمه کړه.</verse>
				<verse number="52">خو هغۀ خپل خلق لکه د رمو په شان ترې نه بهر راوويستل، او د ګډو په شان يې په بيابان کښې د هغوئ لارښودنه وکړه.</verse>
				<verse number="53">چې دوئ ونۀ يريږى نو هغۀ ورته پر امن لار وښودله، خو سمندر د دوئ دشمنان غرق کړل.</verse>
				<verse number="54">نو وروستو يې هغوئ د خپل مقدس مُلک سرحد ته راوستل، هغه غريزه مُلک ته چې هغۀ په خپل قدرت سره قبضه کړو.</verse>
				<verse number="55">د دوئ نه وړاندې‎ هغۀ د هغې مُلک نه خلق وشړل، او په ميراث کښې د هغوئ زمکې دوئ ته حواله کړې او هغۀ د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې د دوئ په کورنو کښې سمبالې کړې.</verse>
				<verse number="56">خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې آزمېښت وکړلو، او د خُدائ تعالىٰ خلاف يې سرکشى وکړه او دوئ د هغۀ د حُکمونو خيال ونۀ ساتلو.</verse>
				<verse number="57">هغوئ د خپل ‎پلار نيکۀ غوندې بې‌وفا او بې‌ايمانه وُو، لکه د خرابې ليندې په شان نا باوره وُو.</verse>
				<verse number="58">دوئ هغه په بُت‌خانو جوړولو باندې غصه کړلو، او هغوئ د هغۀ غېرت د دوئ د بُتانو په خلاف راوپارولو.</verse>
				<verse number="59">کله چې خُدائ پاک د دوئ نه خبر شو نو هغه ډېر په قهر شو، او هغۀ اِسرائيل په مکمل طور رد کړل.</verse>
				<verse number="60">او هغۀ د سيلا پاکه خېمه پرېښوده، کومه خېمه چې هغۀ د بنيادمو مينځ کښې لګولې وه.</verse>
				<verse number="61">او هغۀ خپل د لوظ صندوق نورو ته حواله کړو، او خپل شان و شوکت يې دشمنانو ته حواله کړو.</verse>
				<verse number="62">هغۀ خپل خلق د تُورې خولې ته ورکړل، او خپل منتخب شوى قوم ته هغه ډېر غصه وو.</verse>
				<verse number="63">په اور يې د هغوئ ځوانان تباه کړل، او پېغلو يې سندرې د وادۀ وانۀ ورېدلې.</verse>
				<verse number="64">د دوئ اِمامان يې په تُوره ووژل، او د دوئ کونډو ماتم ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="65">مالِک راپاڅېدو لکه څنګه چې څوک د خوب نه راويښ شى، لکه څنګه چې بنيادم د شرابو په نشه مست شى.</verse>
				<verse number="66">هغۀ خپل دشمنان په شا وتنبول، او هغه يې د تل دپاره په شرمونو وشرمول.</verse>
				<verse number="67">هغۀ د يوسف اولاد رد کړو، او هغۀ د اِفرائيم قبيله غوره نۀ کړه.</verse>
				<verse number="68">خو هغۀ د يهوداه قبيله غوره کړه، او د صيون غر چې زياته مينه يې ورسره وه.</verse>
				<verse number="69">هغۀ هلته خپل مقدس ځائ لکه د لوړو آسمانونو په شان جوړ کړو، او لکه د هغه زمکې په شان چې د تل دپاره يې قائمه کړې ده.</verse>
				<verse number="70">هغۀ د خپل خِدمت دپاره داؤد منتخب کړو، او هغه يې د ګډو د شپول نه راوچت کړو.</verse>
				<verse number="71">د ګډو د شپونتوب نه يې هغه راوستلو، چې شپون شى د يعقوب د خپلو خلقو، د خپل غوره شوى قوم اِسرائيلو شپونتوب يې پرې وکړلو.</verse>
				<verse number="72">او داؤد په پوره زړۀ سره د دوئ شپونتوب وکړو، او په عقلمندۍ سره يې د هغوئ لارښودنه وکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="79">
				<verse number="1">اے پاکه خُدايه غېر قومونو ستا مُلک قبضه کړے دے، هغوئ ستا د مقدس کور بې‌حرمتى وکړه او هغوئ يروشلم په کنډرو بدل کړے دے.</verse>
				<verse number="2">هغوئ ستا د خادِمانو لاشونه د هوا مارغانو ته وغورزول، او ستا د مقدسينو غوښې يې ځنګلى ځناورو ته واچولې.</verse>
				<verse number="3">هغوئ د دوئ وينه د يروشلم په کوڅو کښې لکه د اوبو توئ کړه، او داسې څوک نشته چې د دوئ مړى ښخ کړى.</verse>
				<verse number="4">مونږ خپلو ګاونډيانو ته سپک ښکارو، او ګېرچاپېره خلق مونږ پورې خاندى او بې‌عزتى مو کوى.</verse>
				<verse number="5">ترڅو پورې به مالِکه خُدايه؟ تۀ مونږ ته ولې په قهر يې؟ د تل دپاره څۀ؟ ترڅو پورې به ستا غېرت د اور په شان بليږى؟</verse>
				<verse number="6">خپل غضب دې په هغه قومونو نازل کړه چې تا نۀ پېژنى، هغه بادشاهتونو ته په قهر شه کوم چې دې نوم نۀ اخلى،</verse>
				<verse number="7">ځکه چې هغوئ د يعقوب اولاد لواړ تير کړے دے او مُلک يې ورله په کنډرو بدل کړے دے.</verse>
				<verse number="8">مونږ د پلار نيکۀ په ګناه مۀ نيسه، په مونږ دې ستا رحم زر تر زره راشى، ځکه چې مونږ ډېر خوار و زار شوى يُو،</verse>
				<verse number="9">زمونږ مدد وکړه، اے زمونږ خلاصونکى پاکه خُدايه، چې ستا نوم جلال ومومى، د خپل نوم په خاطر مونږ ته خلاصون راکړه او زمونږ ګناهونه معاف کړه.</verse>
				<verse number="10">غېر قومونه دې ولې داسې ووائى چې، ”د دوئ خُدائ پاک چرته دے؟“ زمونږ د سترګو په وړاندې دا قومونه پوهه کړه، چې تا د خپلو خادِمانو د توئ شوې وينې انتقام واخستو.</verse>
				<verse number="11">د قېديانو فرياد په خپله واوره، په چا چې د مرګ فېصله شوې ده د خپل مټ په زور دې هغه بچ کړه.</verse>
				<verse number="12">اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ ګاونډيانو له اووۀ چنده سزا ورکړه، د هغه سپکوالى په وجه کوم چې دوئ تا پورې کړے دے،</verse>
				<verse number="13">نو بيا به مونږ ستا خلق ستا د شپول ګډې به ستا ثناء صِفت د تل دپاره وکړُو، او مونږ به ستا ثناء صِفت د يو نسل نه تر بل نسله پورې جارى ساتو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="80">
				<verse number="1">اے د بنى اِسرائيلو شپونکيه، زمونږ سوال زارى واوره، تا چا چې د يوسف لکه د رمې هسې لارښودنه وکړه، تۀ چې اے خُدايه پاکه پاس په تخت د وزرو والا مخلوق مينځ کښې ناست يې خپل جلال راښکاره کړه</verse>
				<verse number="2">د اِفرائيم، بنيامين او د منسى په وړاندې خپل قدرت دې څرګند کړه. او زمونږ د خلاصون دپاره راشه.</verse>
				<verse number="3">پاکه خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه، د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه، چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.</verse>
				<verse number="4">اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه ستا غضب به په خپل قوم تر کومې پورې وى، او تۀ به ترڅو پورې د خپلو خلقو دُعاګانې نۀ اورې؟</verse>
				<verse number="5">تا د غم په خوراک دوئ ماړۀ کړل، او د اوښکو ډک جام دې په دوئ باندې وڅښلو.</verse>
				<verse number="6">تا مونږ د خپلو ګاونډيانو د خندا کړُو، او زمونږ د دشمنانو دې مونږ د مسخرو کړُو.</verse>
				<verse number="7">ربُ الافواج خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه، د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه، چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.</verse>
				<verse number="8">تا خپل قوم لکه د انګور د بوټى په شان د مِصر نه راوړلو، او غېر قومونه دې وشړل او د هغوئ په ځائ دې دوئ په خپل مُلک کښې ولګول.</verse>
				<verse number="9">تا د دې دپاره زمکه ښۀ تياره کړه، او جرړې يې وکړې او زمکه يې ډکه کړه.</verse>
				<verse number="10">ټول غرونه د دې په سورى کښې پټ شول، او لوړ او قوى دِيار او هم د انګور څانګې په کښې پټې شوې.</verse>
				<verse number="11">څانګې يې د سمندر پورې خورې شوې، او د فرات د سيند پورې يې ځېلۍ خورې شوې.</verse>
				<verse number="12">تا ولې دېوالونه ورله راوغورزول، د دې دپاره چې څوک په لاره تېريږى انګور ترې راشوکوى؟</verse>
				<verse number="13">ځنګلى خنزيران دا تباه کوى، او ځنګلى ځناور په کښې څرن کوى.</verse>
				<verse number="14">اے ربُ الافواج خُدايه، مونږ ته راوګرځه، د آسمان نه لاندې راوګوره، او خپل د انګور بوټے دې وګوره،</verse>
				<verse number="15">هغه جرړه چې ستا ښى لاس لګولې ده، او هغه زوئ چې تا خپل ځان دپاره لوئ کړے دے.</verse>
				<verse number="16">ستا د انګورو بوټے پرې کړے شوے دے، او اور ته غورزولے شوے دے. او په خپل قهر دې دا خلق تباه کړه.</verse>
				<verse number="17">ستا ښے لاس دې ستا په ښى طرف خلقو باندې وى، د بنى آدم زوئ چې تا خپل ځان دپاره لوئ کړے دے.</verse>
				<verse number="18">نو داسې به بيا مونږ کله هم تا نه وانۀ وړُو. مونږ ژوندى پرېږده چې ستا د نوم ثناء صِفت وکړُو.</verse>
				<verse number="19">اے ربُ الافواج خُدايه، مونږ دوباره په خپل حال کړه، د خپل مخ رڼا دې په مونږ وځلوه، چې ترڅو مونږ خلاصون حاصل کړُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="81">
				<verse number="1">خُدائ پاک ته د خوشحالۍ حمدونه ووايئ څوک چې زمونږ زور دے، د يعقوب پاک خُدائ ته سندرې ووايئ</verse>
				<verse number="2">سازونه وغږوئ او تمبل ووهئ، د رباب او سريندې سازونه وغږوئ.</verse>
				<verse number="3">د نوې مياشتې په ليدو سره بيګل ووهئ، او زمونږ د اختر د ورځې په راتلو سره کله چې سپوږمۍ پوره وى.</verse>
				<verse number="4">دا د بنى اِسرائيلو دپاره اصُول دے، او د يعقوب د خُدائ پاک قانون دے.</verse>
				<verse number="5">هغۀ د يوسف دپاره يو قانون جوړ کړو، چې کله هغه د مِصر په خلاف راووتو. چرته چې مونږ نا آشنا آواز واورېدلو چې پرې نۀ پوهېدلو.</verse>
				<verse number="6">هغه وائى چې، ”ما درله د اوږو نه بوج اخوا کړو، ما ستا لاسونه د دروند بوج نه آزاد کړل.</verse>
				<verse number="7">تاسو چې په سخته کښې نعرې وکړى نو ما تاسو بچ کړئ، ما درله د تندر د وريځو نه جواب درکړو. کله چې په مريبه کښې اوبۀ نۀ وې ما ستاسو ايمان وآزمائيلو.</verse>
				<verse number="8">زما غوره شوو خلقو ما ته غوږ ونيسئ تاسو ته خبردارے درکوم، کاش چې تاسو اے بنى اِسرائيلو، ما ته پام وکړئ.</verse>
				<verse number="9">ستاسو په مينځ کښې دې غېر معبودان نۀ وى. تاسو چرى هم بل معبود ته سجده ونۀ کړئ.</verse>
				<verse number="10">زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ. خپلې خولې خلاصې کړئ نو زۀ به تاسو له خوراک درکړم.</verse>
				<verse number="11">خو زما خلق به زما خبره نۀ اورى، بنى اِسرائيل به زما تابعدارى نۀ کوى.</verse>
				<verse number="12">نو ځکه ما هغوئ د دوئ د سخت زړۀ عملونو ته حواله کړل، ترڅو چې د خپلو زړونو خواهشونه پوره کړى.</verse>
				<verse number="13">کاش چې زما خلق ما ته غوږ ونيسى، او کۀ چرې بنى اِسرائيل زما په نقش قدم لاړ شى،</verse>
				<verse number="14">نو څومره زر به بيا ما د دوئ دشمنان تباه کړى وے، او د دوئ د دشمنانو خلاف به ما خپل لاس اوچت کړے وے.</verse>
				<verse number="15">څوک چې مالِک خُدائ سره کينه لرى د هغۀ په وړاندې به د يرې نه په رپېدو پرېوځى، د هغوئ سزا به د تل دپاره وى.</verse>
				<verse number="16">خو تاسو ته به د ښو غنمو خوراک درکړم، او تا به د صحرا په شاتو باندې موړ کړم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="82">
				<verse number="1">خُدائ پاک په خپل آسمانى دربار کښې ولاړ دے، او د نورو معبودانو په مينځ کښې عدالت کوى،</verse>
				<verse number="2">”ترڅو پورې به تاسو په بې‌اِنصافۍ سره فېصلې کوئ، ترڅو پورې به تاسو د بدکارو طرفدارے کوئ؟</verse>
				<verse number="3">د غريب او د يتيم د حق نه حفاظت وکړئ، او د حاجتمندو او بې‌وسو د حق سره اِنصاف کوئ.</verse>
				<verse number="4">کمزورى او حاجتمند بچ کړئ، او هغوئ د بدعملو د لاسونو نه خلاص کړئ.“</verse>
				<verse number="5">ظالمانو ته هيڅ پته نشته او په هيڅ نۀ پوهيږى. دوئ په تيارو کښې ګرځيږى، د زمکې ټول بنيادونه خوځېدلى دى.</verse>
				<verse number="6">ما وئيل چې، ”تاسو خو خُدايان يئ، تاسو ټول د خُدائ تعالىٰ بچيان يئ.</verse>
				<verse number="7">خو تاسو به هم د فانى مخلوق په شان مړۀ شئ، تاسو به هم لکه د نورو بادشاهانو راګزار شئ.“</verse>
				<verse number="8">پاکه خُدايه، راپاڅه، د دې زمکې عدالت وکړه، ځکه چې ټول قومونه ستا ميراث دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="83">
				<verse number="1">پاکه خُدايه چپ مۀ پاتې کېږه، پاکه خُدايه مۀ غلے کېږه مۀ چپ کېږه.</verse>
				<verse number="2">وګوره ستا دشمنان راپارېدلى دى، او څوک چې تا نه نفرت کوى سرکشۍ سره راپاڅېدلى دى.</verse>
				<verse number="3">ستا د قوم خلاف يې ارادې د چل نه ډکې دى، تۀ چې چا سره مينه کوې د هغوئ خلاف منصوبې جوړوې.</verse>
				<verse number="4">دوئ وائى، ”راځئ چې د يو قوم غوندې يې تباه کړُو، چې د بنى اِسرائيلو نوم په دُنيا کښې نور پاتې نۀ شى.“</verse>
				<verse number="5">په يو سوچ سره دوئ په شريکه منصوبې جوړوى، دوئ ستا خلاف يو موټے شول او اِتحاد جوړوى.</verse>
				<verse number="6">په هغوئ کښې دا قومونه شريک وُو ادوميان او اِسمٰعيليان، موآب او هاجريان،</verse>
				<verse number="7">جبل، عمون، عماليقيان، ورسره، صور او فلستيان.</verse>
				<verse number="8">تر دې چې اسوريان ورسره هم يو ځائ شوى دى، او خپل طاقت يې د لوط اولاد سره رايوځائ کړے دے.</verse>
				<verse number="9">کوم کار دې چې د ميديانيانو سره کړے وو د دوئ سره يې هم وکړه، لکه څنګه چې تا د سِسيرا او د يابين سره د قيسون درياب په غاړه کړے وو،</verse>
				<verse number="10">څوک چې په عين دور کښې تباه شول، او د دوئ د بدن نه د پټو ډيران جوړ شو.</verse>
				<verse number="11">د هغوئ مشران د عوريب او زئيب په شان مړۀ کړه، او شهزادګان يې لکه د ضلمنع او د زبيح په شان مړۀ کړه،</verse>
				<verse number="12">دا په کښې چا ووئيل چې، ”راځئ چې د خُدائ پاک د څرن ځايونه قبضه کړُو.“</verse>
				<verse number="13">اے پاکه خُدايه زما، هغوئ لکه د خر بوټى په شان سپک کړه، او لکه د بوسو دوئ د باد په وړاندې والوځوه،</verse>
				<verse number="14">لکه څنګه چې اور ځنګل سوزوى، او لکه شُغلې چې غرونه لمبه کوى،</verse>
				<verse number="15">نو په خپل زورَور باد سره دې هغوئ په مخه واخله، او هغوئ په خپل طوفان سره ويروه.</verse>
				<verse number="16">تۀ هغوئ په شرمونو وشرموه، نو مالِکه خُدايه، ترڅو چې خلق ستا د نوم لټون وکړى.</verse>
				<verse number="17">هغوئ دې د تل دپاره وشرميږى چې ويريږى. او هغوئ دې د شرم په حالت کښې مړۀ شى.</verse>
				<verse number="18">تۀ هغوئ په دې پوهه کړه چې هغه هم تۀ يې د چا نوم چې مالِک خُدائ دے، او هم دا تۀ يواځې په ټوله زمکه د ټولو نه اوچت خُدائ تعالىٰ يې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="84">
				<verse number="1">ستا د اوسېدو ځائ څومره ښکلے دے، اے مالِکه ربُ الافواجه خُدايه،</verse>
				<verse number="2">روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے، د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم. زما زړۀ او زما ځان په چغه د ژوندى خُدائ ثناء صِفت کوى.</verse>
				<verse number="3">چنچڼې خو هم کور پېدا کړے دے، طوطاګرکى خو هم خپل ځان دپاره جاله جوړه کړې ده، ستا د قربان‌ګاه سره نزدې چې خپل بچى په کښې لوئ کړى اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه زما بادشاه او زما پاکه خُدايه،</verse>
				<verse number="4">بختور دى هغوئ څوک چې ستا کور کښې اوسيږى، دوئ به مدام هلته ستا ثناء صِفت کوى.</verse>
				<verse number="5">بختور دى هغوئ د چا طاقت چې په تا کښې دے، چا چې خپل زړونه د يروشلم سفر پورې تړلى دى،</verse>
				<verse number="6">کله چې دوئ د بکا وادۍ نه تېريږى، دوئ ترې نه د چينو وادۍ جوړوى. د منې بارانونه په کښې د اوبو تالابونه جوړوى.</verse>
				<verse number="7">د دوئ طاقت به په سفر کولو سره نور هم زيات شى، تر دې چې په صيون کښې د خُدائ پاک په وړاندې ودريږى.</verse>
				<verse number="8">اے مالِکه ربُ الافواج خُدايه، سوال مې واوره، اے د يعقوب پاکه خُدايه، ما ته غوږ شه.</verse>
				<verse number="9">زمونږ پاکه خُدايه، زمونږ په ډال نظر ساته، خپل غوره شوى ته په ښۀ نظر کاتۀ وکړه.</verse>
				<verse number="10">ستا په دربار کښې يوه ورځ بهتره ده په تېرېدو د بل ځائ د زرو ورځو نه. زۀ د خُدائ پاک په کور کښې دربان ښۀ يم نه چې د شريرانو په خېمو کښې اوسېږم.</verse>
				<verse number="11">خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے. ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بې‌داغه وى.</verse>
				<verse number="12">اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه، بختور دے هغه څوک چې په تا توکل کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="85">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، تا خپل برکت په خپل مُلک باندې وکړو، او تا دوباره د يعقوب خوش قسمتى بحال کړه.</verse>
				<verse number="2">تا د خپلو خلقو خطاګانې معاف کړې، تا د هغوئ په ټولو ګناهونه پرده واچوله.</verse>
				<verse number="3">تا خپله غصه په خپل ځان تيره کړه، تا د خپل قهر لمبه په خپله باندې سړه کړه.</verse>
				<verse number="4">اے مالِکه خُدايه، اے زمونږه خلاصوونکيه، مونږه په خپل ځائ کړه خپل خفګان زمونږ نه لرې کړه،</verse>
				<verse number="5">تۀ به ټول عُمر زمونږ نه خفه يې څۀ؟ تۀ خپل خفګان نسل در نسل ساتې څۀ؟</verse>
				<verse number="6">ولې تۀ‎‎‎‎‎‎ به دوباره مونږه تازه نۀ کړې څۀ‎‎‎؟ چې ستا خلق په تا کښې خوشحالى وکړى.</verse>
				<verse number="7">اے مالِکه خُدايه، مونږ ته خپله ابدى مينه وښايه، مونږه له خپل خلاصون راکړه،</verse>
				<verse number="8">زۀ به مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته غوږ ونيسم. ځکه چې هغه به د خپل قوم، خپلو مقدسينو ته وکړى د خير خبره. خو دوئ دوباره خپل کم عقلتوب ته مۀ پرېږده.</verse>
				<verse number="9">بې‌شکه چې څوک د خُدائ نه يريږى د هغۀ خلاصون هغۀ ته نزدې دے، نو دغه شان به د هغۀ جلال زمونږ په خاوره کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="10">ابدى مينه او وفادارى به دواړه خپلو کښې ترغاړه شى، سلامتى او صداقت به يو بل ښُکلوى.</verse>
				<verse number="11">وفادارى د زمکې نه راپورته کيږى، صداقت بره د آسمان نه لاندې راګورى.</verse>
				<verse number="12">بې‌شکه مالِک خُدائ به ښۀ څيزونه مونږ له راکوى، او زمونږ زمکه به ښۀ فصل پېدا کوى.</verse>
				<verse number="13">صداقت د هغۀ په وړاندې روان وى، او د هغۀ د قدمونو دپاره لار تياروى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="86">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، سوال مې واوره، او قبول يې کړه، ځکه چې زۀ غريب او حاجتمند يم.</verse>
				<verse number="2">زما ژوندون وساته ځکه چې ما خپل ځان تا ته پېش کړے دے، هم تۀ زما خُدائ پاک يې خپل خِدمتګار دې بچ کړه چا چې په تا اعتماد کړے دے،</verse>
				<verse number="3">په ما رحم وکړه، اے مالِکه خُدايه، ځکه چې زۀ ټوله ورځ تا ته زارى کوم،</verse>
				<verse number="4">خپل خِدمتګار ته دې خوشحالى ورکړه، ځکه چې ما خپل ځان تا ته وقف کړے دے.</verse>
				<verse number="5">تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې.</verse>
				<verse number="6">زما دُعا واوره، اے مالِکه خُدايه، د رحم دپاره زما ژړا واوره.</verse>
				<verse number="7">زما د تکليف په ورځ به زۀ تا ته آواز وکړم، نو تۀ به جواب راکړې.</verse>
				<verse number="8">اے مالِکه خُدايه، ستا نه بغېر بل خُدائ نشته، ستا په شان کارونه څوک هم کولے نۀ شى.</verse>
				<verse number="9">اے مالِکه خُدايه، ټول قومونه تا پېدا کړى دى، دوئ به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى. او دوئ به ستا نوم ته جلال ورکړى.</verse>
				<verse number="10">تۀ لوئ يې او ښائسته کارونه کوې. يواځې هم تۀ خُدائ پاک يې.</verse>
				<verse number="11">اے مالِکه خُدايه، ما ته خپله لار راوښايه، نو زۀ به ستا په حقيقت کښې وګرځم، مطمئن زړۀ ما له راکړه چې زۀ ستا عزت وکړم.</verse>
				<verse number="12">اے مالِکه، زما پاکه خُدايه، په خپل ټول زړۀ سره به ستا ثناء ادا کړم، زۀ به ستا نوم له د تل دپاره جلال ورکړم.</verse>
				<verse number="13">ځکه چې زما دپاره ستا مينه ډېره ده، تا زۀ د قبر د کندې نه بچ کړم.</verse>
				<verse number="14">اے پاکه خُدايه، مغروران په ما حملې کوى، د ظالمانو يوه ډله زما ژوند پسې ګرځى، هغه خلق څوک چې ستا عزت نۀ کوى.</verse>
				<verse number="15">خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، رحيم او مهربانه يې. په غصه کښې تېزى نۀ کوې او د ډېرې مينې او وفادارۍ نه کار اخلې.</verse>
				<verse number="16">ما ته راوګرځه او په ما باندې رحم وکړه، خپل خِدمت کوونکى له طاقت ورکړه، د خپلې وينځې زوئ بچ کړه.</verse>
				<verse number="17">ما ته نښه راوښايه ستا د ښۀ‌والى، نو چې زما دشمنان دا وګورى نو وبه شرميږى، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تا زما مدد وکړو. او ما له دې تسلى راکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="87">
				<verse number="1">هغۀ د ښار بنياد په مقدس غر باندې لګولے دے.</verse>
				<verse number="2">د صيون د ښار سره مالِک خُدائ مينه کوى د يعقوب د نورو ښارونو په نسبت ورسره زياته مينه کوى.</verse>
				<verse number="3">ستا په حقله د جلال خبرې شوې دى، اے د خُدائ پاک ښاريې.</verse>
				<verse number="4">څوک چې ما پېژنى زۀ به په هغوئ کښې مِصر او بابل وشمېرم. فلستيه او صور او هم ايتهوپيا. زۀ به دا وايم چې، ”دا هم په صيون کښې پېدا شوى دى.“</verse>
				<verse number="5">خو د صيون په حقله به وئيلے شى، ”هر څوک چې په دې ښار کښې پېدا شوى وُو نو هغه به د دې ښار شمېرلے شى، او خُدائ تعالىٰ به په خپله دې ښاريې له برکت ورکړى.“</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ به د قومونو په مردم‌شمارۍ کښې داسې وليکى، چې، ”دا دى هغه خلق چې صيون کښې پېدا شوى دى.“</verse>
				<verse number="7">نو خلق به شپيلۍ غږوى او سندرې به وائى، چې، ”صيون د ټولو برکتونو سرچشمه ده.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="88">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکى پاکه خُدايه، شپه او ورځ ستا په وړاندې ژړا کوم.</verse>
				<verse number="2">زما دُعا دې تا ته درورسيږى، زما ژړا ته غوږ ونيسه.</verse>
				<verse number="3">زما ځان د تکليفونو نه ډک دے، زما ژوند مرګ ته نزدې شوے دے.</verse>
				<verse number="4">خلق زما په حقله وائى چې پښې يې په قبر کښې دى. او د يو بې‌وسه کس په شان شوے يم.</verse>
				<verse number="5">زۀ په مړو کښې حِساب شوے يم، زۀ لکه د مړو په شان شوے يمه چې په قبر کښې پراتۀ وى، څوک چې به تۀ نور نۀ يادوې، څوک چې ستا د نظر نه اخوا شوے وى.</verse>
				<verse number="6">زۀ دې د قبر کندې ته غورزولے يم، تا زۀ تور تيارو ته غورزولے يم.</verse>
				<verse number="7">ستا غضب په ما بار شوے دے، او ستا ټولو چپو زۀ رالاندې کړے يم.</verse>
				<verse number="8">تا زما دوستان ما نه لرې کړى دى، زۀ دې د هغوئ دپاره کرکژن وګرځولم. ګېر يمه زۀ چرته تښتېدلے نۀ شم.</verse>
				<verse number="9">زما د ډېره غمه نظر کم شولو. هره ورځ تا ته زارى کوم مالِکه خُدايه، او خپل لاس تا ته د دُعا دپاره اوچتوم.</verse>
				<verse number="10">تۀ د مړو دپاره معجزې کوې څۀ؟ څوک چې مړۀ دى دوئ پاڅېدے شى چې ستا ثناء صِفت وکړى څۀ؟</verse>
				<verse number="11">ولې ستا د ابدى مينې بيان قبر کښې کېدے شى څۀ، يا ستا د وفادارۍ بيان په قبر کښې کېدے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="12">ولې په تيارۀ کښې ستا معجزې پېژندے شى څۀ، يا د فنا په مُلک کښې ستا رښتينوالے څوک پېژندے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="13">خو زۀ مالِکه خُدايه د مدد دپاره تا ته ژړا کوم، زۀ به هر سحر تا ته سوال زارى کوم.</verse>
				<verse number="14">ولې مالِکه خُدايه تا زۀ رد کړے يم، او ولې تۀ خپل مخ ما نه اړوې څۀ؟</verse>
				<verse number="15">زۀ د ځوانۍ نه کړېدلے او مرګ ته رانزدې شوے يم. ما ستا يره تيره کړله او پرېشانه شوے يم.</verse>
				<verse number="16">ستا قهر په ما باندې راپرېوتے دے، زۀ ستا د يرې نه تباه شوے يم.</verse>
				<verse number="17">ټوله ورځ لکه د سېلاب په شان رانه راتاو وى، په پوره توګه هغۀ زۀ راګېر کړے يم.</verse>
				<verse number="18">تا زما محبوب او دوستان رانه جدا کړى دى، تورو تيارو سره مې يارانه شوه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="89">
				<verse number="1">زۀ به د تل دپاره د مالِک خُدائ د ابدى مينې سندرې وايم، او ستا د وفادارۍ په حقله به وړو او زړو ته ووايم.</verse>
				<verse number="2">زۀ به دا بيان کوم چې، ”ستا ابدى مينه به د تل دپاره پاتې وى، ستا وفادارى به د آسمان په شان قائمه وى.“</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ما د خپل غوره شوى خِدمتګار داؤد سره لوظ وکړو، ما د خپل خِدمتګار داؤد سره دا قسم وکړو،</verse>
				<verse number="4">زۀ به ستا بچى د تل دپاره بادشاهان مقرر کړم، زۀ به ستا تخت نسل در نسل قائم ساتم.“</verse>
				<verse number="5">ټول آسمانونه به ستا په لويو معجزو مالِکه خُدايه ثناء ووائى، ستا د فرښتو جماعت به ستا وفادارى ستائى.</verse>
				<verse number="6">په ټولو آسمانونو کښې داسې بل څوک نشته لکه د مالِک خُدائ په شان، په آسمانى مخلوق کښې څوک داسې نشته لکه د مالِک خُدائ په شان.</verse>
				<verse number="7">د فرښتو جماعت هم د خُدائ پاک نه يريږى، او د هغۀ شان او شوکت هم د هغه چا نه زيات دے څوک چې ټول د هغۀ د تخت نه ګېرچاپېره راټول شوى دى.</verse>
				<verse number="8">اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه ستا نه هم څوک زورَور شته څۀ؟ تۀ په پوره ډول سره مالِکه خُدايه وفادار يې.</verse>
				<verse number="9">تۀ په غړمبېدونکو سمندرونو بادشاهى کوې، او تۀ د هغوئ چپې او موجونه آراموې.</verse>
				<verse number="10">تا د سمندر بلا ووهله او هغه دې چخڼى کړه، تا خپل دشمنان په خپلو قوى مټو سره خوارۀ وارۀ کړل.</verse>
				<verse number="11">آسمانونه ستا دى او زمکه ستا ده. دُنيا او په دې کښې هر يو څيز تا پېدا کړے دے.</verse>
				<verse number="12">شمال دے کۀ جنوب تا پېدا کړے دے. تبور او حرمون په خوشحالۍ سره ستا د نوم ثناء صِفت کوى.</verse>
				<verse number="13">ستا لاس کښې زور دے، ستا لاسونه قوى دى ستا ښے لاس لوئ دے.</verse>
				<verse number="14">صداقت او عدالت ستا د تخت بنياد دے. مينه او وفادارى ستا د وړاندې دى.</verse>
				<verse number="15">بختور دى هغوئ څوک چې ستا د خوشحالۍ آواز پېژنى او ستا ثناء صِفت کوى، اے مالِکه خُدايه، څوک چې ستا د حضور په نُور کښې قدم اوچتوى.</verse>
				<verse number="16">دوئ ټوله ورځ ستا په نوم خوشحالى کوى، ستا په صداقت فخر کوى.</verse>
				<verse number="17">تۀ په خپله د دوئ جلال او طاقت يې. او تۀ په خپلې رضامندۍ سره مونږ ته طاقت راکوې.</verse>
				<verse number="18">بې‌شکه مالِک خُدائ زمونږ ډال او ساتونکے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات زمونږ بادشاه دے.</verse>
				<verse number="19">يو ځل تا په رويا کښې خپلو وفادارو خلقو ته وفرمائيل او خبرې دې وکړې او ودې فرمائيل، ”ما يو جنګيالى ته طاقت ورکړو، ما د خلقو نه يو ځوان سړے غوره کړو.</verse>
				<verse number="20">ما خپل خِدمتګار داؤد پېدا کړو. ما هغه په خپلو پاکو تېلو سره غوړ کړو.</verse>
				<verse number="21">زۀ به په خپل لاس د هغۀ مدد کوم، بې‌شکه چې زما لاس به هغۀ ته طاقت ورکړى.</verse>
				<verse number="22">د هغۀ دشمن به هغۀ ته شکست نۀ شى ورکولے، بدکاران به هغۀ ته تکليف نۀ شى رسولے.</verse>
				<verse number="23">زۀ به د هغۀ دشمنان د دۀ په مخکښې چخڼى کړم، زۀ به د هغۀ مخالفين سر د لاندې راګزار کړم.</verse>
				<verse number="24">زما وفادارى او ابدى مينه به د هغۀ سره وى، او زما د نوم په وسيله به د هغۀ مقام اوچت شى.</verse>
				<verse number="25">زۀ به د هغۀ لاس تر سمندره پورې اوږد کړم، زۀ به د هغۀ ښى لاس له په ټولو سيندونو اختيار ورکړم.</verse>
				<verse number="26">هغه به ما ته آواز وکړى چې، ”تۀ يې پلار زما، تۀ زما خُدائ پاک او د خلاصون ګټ يې زما.“</verse>
				<verse number="27">زۀ به هم هغه خپل مشر زوئ مقرر کړم، او هغه به په دُنيا کښې د ټولو بادشاهانو نه اوچت کړم.</verse>
				<verse number="28">زۀ به تر ابده خپله مينه د هغۀ سره ساتم، زۀ به خپل لوظ د هغۀ سره کله هم نۀ ختموم.</verse>
				<verse number="29">زۀ به تر ابده د هغۀ نسل قائم ساتم، ترڅو چې آسمانونه وى تر هغې به د هغۀ تخت ساتم.</verse>
				<verse number="30">کۀ چرې د هغۀ نسل زما د شريعت نه سرکشى وکړى او زما د حُکمونو په مطابق عمل ونۀ کړى،</verse>
				<verse number="31">کۀ چرې دوئ زما قانون مات کړى زما د حُکمونو په ساتلو کښې ناکامه شى،</verse>
				<verse number="32">نو زۀ به بيا د دوئ د ګناهونو په وجه دوئ ته په چوکې سره سزا ورکړم، او د دوئ د ګناهونو په وجه به دوئ ته په کوړو سزا ورکړم.</verse>
				<verse number="33">خو زۀ به خپله ابدى مينه د هغۀ سره ختمه نۀ کړم، او نۀ به کله هم ورسره بې‌وفائى وکړم.</verse>
				<verse number="34">زۀ به کله هم خپل لوظ مات نۀ کړم او نۀ به کله هم د خپلې ژبې بيان نه واوړم.</verse>
				<verse number="35">ما يو ځل د تل دپاره په خپل پاکوالى قسم کړے دے، زۀ به داؤد ته دروغ نۀ وايم.</verse>
				<verse number="36">د هغۀ د نسل سلسله به هيڅکله نۀ ختميږى. زما په وړاندې به د هغۀ تخت لکه د نمر په شان قائم وى.</verse>
				<verse number="37">دا به د سپوږمۍ په شان تر ابده قائم وى، کومه چې به په آسمان کښې د وفا ګواهى ورکوى.“</verse>
				<verse number="38">خو اوس تا خپل غوره شوى رد کړى او شړلى دى، او خپل غوره شوى بادشاه ته ډېر په قهر شوے يې.</verse>
				<verse number="39">تا د خپل خِدمتګار سره لوظ مات کړے دے، او تاج دې ورته په خاورو کښې لاندې غورزولے دے.</verse>
				<verse number="40">تا د هغۀ ټول دېوالونه کنډر کړى دى، او تا يې ټولې قلعه ګانې تباه کړى دى.</verse>
				<verse number="41">خوشې لارَوو هغه تالا والا کړو، او هغه د خپلو ګاونډيانو د خندا شولو.</verse>
				<verse number="42">تا د هغۀ د دشمنانو لاس په هغۀ اوچت کړے دے، تا په هغۀ باندې ټول دشمنان خوشحاله کړى دى.</verse>
				<verse number="43">هغۀ له دې د تُورې خولۀ پڅه کړې ده، او په جنګ کښې دې د هغۀ ملګرتيا کړې نۀ ده.</verse>
				<verse number="44">تا د هغۀ شان او شوکت ختم کړے دے، او د هغۀ تخت دې زمکې ته غورزولے دے.</verse>
				<verse number="45">تا د هغۀ د ځوانۍ عُمر لنډ کړے دے، تا هغه په شرمونو شرمولے دے.</verse>
				<verse number="46">اے مالِکه خُدايه، تر کومې پورې به داسې وى؟ آيا تۀ به تر ابده خپل ځان پټوې؟ تر کومې پورې به خپل قهر او غضب لکه د اور بلوې؟</verse>
				<verse number="47">راياد کړه تۀ چې زما ژوند به څومره لنډ وى، مونږ ټول مخلوق دې څومره فانى پېدا کړى يُو؟</verse>
				<verse number="48">کوم انسان به د تل دپاره ژوندے وى چې مرګ به ونۀ ګورى، او څنګه به خپل ځان د قبر د طاقت نه خلاصوى.</verse>
				<verse number="49">مالِکه خُدايه ستا پخوانۍ لويه مينه څۀ شوه، کوم چې تا په خپله وفادارۍ کښې د داؤد سره لوظ کړے وو؟</verse>
				<verse number="50">راپه ياد کړه، مالِکه خُدايه چې ستا خِدمتګار څومره د خندا شوے وو، او چې هغه د قومونو پيغورونه به ما څنګه په خپل زړۀ کښې برداشت کول،</verse>
				<verse number="51">په کومو پيغورونو چې مالِکه خُدايه ستا دشمنانو ما پورې وخندل، په کومو چې دوئ په هر قدم کښې ستا د مسح شوى پورې وخندل.</verse>
				<verse number="52">ثناء صِفت دې تر ابده پورې د مالِک خُدائ وى. آمين ثُمه آمين.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="90">
				<verse number="1">اے مالِکه او پاکه خُدايه، تۀ همېشه زمونږ د اوسېدو ځائ يې، نسل در نسله پورې يې.</verse>
				<verse number="2">د دې نه مخکښې چې لا دې غرونه ‎پېدا کړى نۀ وُو او نۀ دې لا زمکه او دُنيا پېدا کړې وه، تۀ خُدائ پاک يې د ازل نه تر ابده.</verse>
				<verse number="3">تۀ بيا بنى آدم د خاورو سره خاورې کړې، ورته ووائې چې، ”اے فانى انسانه واپس خاورې شه.“</verse>
				<verse number="4">ځکه ستا په نظر کښې زر کاله داسې دى لکه يوه ورځ چې تېره شوې وى، او يا د شپې يو پار چې تير شوے وى.</verse>
				<verse number="5">تۀ انسان د مرګ په خوب اودۀ کوې. او دوئ لکه د تازه ګياه په شان په سحر کښې راټوکيږى،</verse>
				<verse number="6">په سحر کښې راټوکيږى او تازه وى، په ماښام کښې مړاوى شى او اوچ شى.</verse>
				<verse number="7">ستا غصې مونږ ختم کړى يُو، او مونږ ستا قهر وارخطا کړى يُو.</verse>
				<verse number="8">زمونږ ګناهونه دې په خپل مخکښې اېښى دى، زمونږ پټې خطاګانې تا ته ښکاره دى.</verse>
				<verse number="9">زمونږ ژوند ستا په قهر کښې تېر شو، زمونږ ژوند په اهونو کښې ختم شو.</verse>
				<verse number="10">زمونږ د ژوند موده اويا کاله وى، او کۀ مونږ طاقت ولرُو نو اتيا کاله به وى. خو دا ټول په خفګان او تکليفونو تېروو. او دا زر تېريږى او مونږ ترې نه فنا کيږُو.</verse>
				<verse number="11">ستا د غصې زور چا ته معلوم دے؟ ځکه چې ستا غصه دومره لويه ده څومره چې ستا نه يره پکار ده.</verse>
				<verse number="12">تۀ مونږ د خپل ژوند د لنډوالى نه خبر کړه، ترڅو چې مونږ په عقلمندۍ سره ژوند وکړُو.</verse>
				<verse number="13">اے مالِکه خُدايه، راشه، دا به ترڅو پورې وى؟ په خپل خِدمتګارانو باندې رحم وکړه.</verse>
				<verse number="14">مونږ دې په خپله ابدى مينه باندې په سحر کښې ماړۀ کړه، ترڅو چې مونږ د خوشحالۍ سندرې ووايو او ټول عمر خوشحاله شُو.</verse>
				<verse number="15">څومره چې په مونږ سخته وه مونږ ته دومره خوشحالى راکړه، چې څومره عمر زمونږ په غم وو دومره خوشحالى راکړه.</verse>
				<verse number="16">ستا ټول کارونه دې ستا خِدمتګارانو ته ښکاره شى، ستا جلال دې پاکه خُدايه د دوئ بچو ته ښکاره شى.</verse>
				<verse number="17">اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، ستا جلال دې په مونږ رانازل شى، زمونږ د لاسونو کارونه مونږ ته مضبوط کړه او زمونږ د لاسونو کارونو له کاميابى ورکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="91">
				<verse number="1">هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى، هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.</verse>
				<verse number="2">زۀ به داسې وايم چې، ”مالِک خُدائ زما پناه او هم زما قلعه ده، هم هغه زما خُدائ پاک دے په چا چې توکل کوم.“</verse>
				<verse number="3">بې‌شکه هغه به تاسو د ښکاريانو د دامونو نه خلاص کړى او هغه به تاسو د سختو بيماريانو نه بچ کړى.</verse>
				<verse number="4">په خپلو بڼو به دې پټ کړى او تۀ به د هغۀ د وزرونو لاندې پناه ومومې. د هغۀ وفادارى به دې ډال او ستا د حفاظت دېوال وى.</verse>
				<verse number="5">تۀ به د شپې د دهشت نه نۀ يرېږې، او نۀ به تۀ د ورځې د غشى نه يرېږې،</verse>
				<verse number="6">او نۀ به د هغې وبا نه يرېږې چې په تيارۀ کښې راځى، او نۀ به د هغې تباهۍ نه چې په رڼا ورځ کښې راځى.</verse>
				<verse number="7">زر کسان به دې په خوا کښې او لس زره به دې ښى لاس ته راوغورزيږى، خو تا ته به څۀ نقصان نۀ رسيږى.</verse>
				<verse number="8">کۀ تۀ صرف سترګې کولاو کړې، نو وبه ګورې چې بدعملو ته څنګه سزا ورکولے شى.</verse>
				<verse number="9">کۀ چرې تۀ قادر مطلق خُدائ خپل د پناه ځائ جوړ کړې، او کۀ تۀ خُدائ تعالىٰ خپل د اوسېدو ځائ جوړ کړې،</verse>
				<verse number="10">نو هيڅ قِسمه نقصان به تا ته ونۀ رسيږى، او هيڅ قسمه افت به ستا خېمې ته نۀ رانزدې کيږى.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، تۀ چې چرته هم ځې دوئ به ستا حفاظت وکړى.</verse>
				<verse number="12">هغوئ به دې په خپلو لاسونو کښې پورته کړى هسې نه چې په کاڼى تيندک وخورى.</verse>
				<verse number="13">تۀ به په ازمرى او مار باندې پښې ږدې، تۀ به ځوان زمرے او اژدها د پښو لاندې کړې.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ فرمائى، ”ځکه چې دے ما سره مينه کوى زۀ به يې بچ کړم، هغه زما په نامه يقين لرى زۀ به امان ورکړم.</verse>
				<verse number="15">هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم، او عزت به هغۀ ته ورکړم.</verse>
				<verse number="16">زۀ به هغه په ډېر ژوند او عمر باندې موړ کړم، او زۀ به خپل خلاصون هغۀ ته وښايم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="92">
				<verse number="1">دا ښۀ خبره ده چې ستا ثناء صِفت وکړُو مالِکه خُدايه، او په حمدونو کښې ستا د نوم ستائينه وکړُو خُدائ تعالىٰ.</verse>
				<verse number="2">هر سحر چې ستا ابدى مينه ياده کړُو، او په شپه کښې ستا وفادارى ياده کړُو،</verse>
				<verse number="3">د بينجو په لس تاريزه ساز کښې، او د رباب په سازونو کښې.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې تا زۀ په خپلو کارونو خوشحاله کړے يم. ستا د لاسونو په کارونو زۀ د خوشحالۍ سندرې وايم.</verse>
				<verse number="5">اے مالِکه خُدايه، ستا کارونه څومره لوئ دى، او ستا سوچونه څومره ژور دى.</verse>
				<verse number="6">بې‌احساسه خلق په دې نۀ پوهيږى، او کم عقل په دې نۀ پوهيږى.</verse>
				<verse number="7">بدکاران کۀ څۀ هم لکه د واښو هسې راټوکيږى، او ټول بدکاران کۀ اوچتيږى، خو بيا هم دوئ به د تل دپاره تباه کيږى.</verse>
				<verse number="8">خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، اوچت يې تر ابده.</verse>
				<verse number="9">په يقين سره ستا دشمنان به مالِکه خُدايه تباه شى، او ټول بدکاران به تالا والا شى،</verse>
				<verse number="10">لکه د ځنګلى غوَيى په شان تا زما ښکر اوچت کړے دے. په ښۀ تېلو باندې دې غوړ کړے يم.</verse>
				<verse number="11">زما سترګو زما د دشمنانو شکست وليدلو، زما غوږونو زما د بدکارو دشمنانو وريتې چغې واورېدلې.</verse>
				<verse number="12">صادقان به لکه د کجورې د ونې په شان ترقى کوى، او دوئ به لکه د لبنان د دِيار غوندې لوئيږى.</verse>
				<verse number="13">هغه چې د مالِک خُدائ په کور کښې کَرلے شوى وى، دوئ به زمونږ د خُدائ پاک په دربار کښې غوړيږى.</verse>
				<verse number="14">تر دې چې به په زوړ عمر کښې هم مېوه نيسى، دوئ به هر وخت تازه او شنۀ وى.</verse>
				<verse number="15">نو داسې به دوئ دا ښکاره کړى چې مالِک خُدائ رښتينے دے، هغه زما د ‎پناه ګټ دے او په دۀ کښې څۀ بې‌اِنصافى نشته.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="93">
				<verse number="1">مالِک خُدائ بادشاهى کوى او د عزت چُوغه يې اغوستې ده، او د هغۀ لاسونه زورَور دى مالِک خُدائ د شان او شوکت چُوغه اغوستې ده. دُنيا نۀ شى خوځېدے هغۀ مضبوطه جوړه کړې ده.</verse>
				<verse number="2">ستا تخت د پخوا نه قائم شوے دے، او ستا ذات د ازل نه موجود دے.</verse>
				<verse number="3">اے مالِکه خُدايه، سمندرونه راپاڅېدلى دى، سيندونو شورونه جوړ کړى دى، سيندونو خپلې ناترسې چپې راپورته کړى دى.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ د ډېرو اوبو د شور نه هم زورَور دے، او د سمندر د موجونو نه هم زورَور دے. بره مالِک خُدائ د دې ټولو نه زورَور دے.</verse>
				<verse number="5">ستا اصُول او قانون قائم دے. او پاکوالے ستا د کور ښائست دے، تر ابده پورې اے مالِکه خُدايه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="94">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، بدله اخستونکى، پاکه خُدايه، بدله اخستونکى پاکه خُدايه خپل جلال دې وځلوه.</verse>
				<verse number="2">اے د دُنيا منصفه، راپاڅه، مغرورانو له د دوئ د عملونو په مطابق سزا ورکړه.</verse>
				<verse number="3">ترڅو به بدکاران، مالِکه خُدايه، ترڅو به بدکاران خوشحالى کوى؟</verse>
				<verse number="4">هغوئ ټولې خبرې د کبر او د غرور کوى، ټول بدکاران ډيرې لافې کوى.</verse>
				<verse number="5">اے مالِکه خُدايه، دوئ ستا خلق تباه کوى، هغوئ ستا په ميراث باندې ظلمونه کوى.</verse>
				<verse number="6">هغوئ مسافر او کونډې قتلوى، هغوئ يتيمان وژنى.</verse>
				<verse number="7">دوئ وائى چې، ”مالِک خُدائ دا نۀ ګورى، او د يعقوب خُدائ پاک پام نۀ کوى.“</verse>
				<verse number="8">اے د قوم بې‌عقله خلقو ځان خبر کړئ، اے ناپوهه خلقو تاسو به کله خپل ځان هوښياروئ؟</verse>
				<verse number="9">هغۀ چې مونږ له يې غوږونه راکړل خپله اورېدے نۀ شى څۀ؟ هغۀ چې مونږ له يې سترګې راکړې نو په خپله ليدلے نۀ شى څۀ؟</verse>
				<verse number="10">څوک چې قومونه سموى نو سزا نۀ شى ورکولے څۀ؟ څوک چې انسان ته پوهه ورکوى په خپله به ناپوهه وى څۀ؟</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ د انسان په سوچونو باندې پوهه دے، چې دا ټوله تشه هوا او بې‌فائدې دے.</verse>
				<verse number="12">بختور دے هغه څوک چې تۀ يې تنبيه کوې مالِکه خُدايه، بختور دے هغه چا له چې تۀ د خپل قانون نه سبق ورکوې،</verse>
				<verse number="13">تۀ هغۀ ته په سختو ورځو کښې آرام ورکوې، ترڅو چې بدعملو له کنده کنستلے شى.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ به خپل خلق نۀ رد کوى، او هغه به خپل ميراث نۀ هېروى.</verse>
				<verse number="15">يو ځل بيا به عدالت د صداقت په مطابق وشى، او ټول صادقان به يې پيروى کوى.</verse>
				<verse number="16">څوک به ما سره د بدکارانو خلاف راپاڅى؟ او څوک به زما دپاره د بدعملو خلاف ودريږى؟</verse>
				<verse number="17">کۀ مالِک خُدائ زما مددګار نۀ وے، نو اوس به زۀ د مرګ په خاموشۍ کښې اوسېدم.</verse>
				<verse number="18">نو کله چې ما ووئيل چې، ”زما پښې ښوئيږى،“ نو ستا ابدى مينې زما مدد وکړو مالِکه خُدايه.</verse>
				<verse number="19">کله چې زما د زړۀ بې‌قرارى ډېره زياته شوه، نو ستا تسلۍ زما روح ته خوشحالى راوړه.</verse>
				<verse number="20">بې‌اِنصافه مشران تا سره ملګرتيا کولے شى، چې د قانون په نوم لا قانونيت جوړوى؟</verse>
				<verse number="21">هغوئ د صادقانو خلاف ډله جوړوى، او بې‌ګناه خلق قاتل ګرځوى.</verse>
				<verse number="22">خو مالِک خُدائ زما پناه ګاه ده، او خُدائ پاک زما ګټ دے په چا کښې چې زۀ پناه اخلم.</verse>
				<verse number="23">هغه به دوئ ته د دوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. او د دوئ د شرارت په وجه به يې تباه کړى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک به يې ختم کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="95">
				<verse number="1">راځئ، چې مالِک خُدائ ته حمد و ثناء ووايو، راځئ چې د خوشحالۍ نعرې زمونږ د خلاصون ګټ ته ووايو.</verse>
				<verse number="2">راځئ چې په شُکر ګزارۍ سره د هغۀ حضور ته راشو، او د هغۀ د حمد‌و‌ثناء سندرې ووايو.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې مالِک خُدائ لوئ خُدائ پاک دے، هغه د ټولو معبودانو نه زورَور او لوئ بادشاه دے.</verse>
				<verse number="4">د زمکې ژوروالے د هغۀ په لاس کښې دے، د غرونو ټولې څُوکې د هغۀ دى.</verse>
				<verse number="5">سمندرونه د هغۀ دى ځکه چې هغۀ جوړ کړى دى. او د هغۀ لاسونو اوچه زمکه پېدا کړې ده.</verse>
				<verse number="6">راځئ، چې عبادت او سجده وکړُو، راځئ، چې د مالِک خُدائ او د خپل خالق په حضور کښې په سجده شُو.</verse>
				<verse number="7">ځکه چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے، او مونږ د هغۀ د سادين خلق يُو، او د هغۀ رمه يُو د چا چې هغه خيال ساتى. کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ،</verse>
				<verse number="8">نو خپل زړونه هغه شان مۀ سختوئ لکه څنګه چې تاسو په مريبه کښې سخت کړى وُو، او لکه څنګه چې تاسو د مسه په بيابان کښې سخت کړى وُو،</verse>
				<verse number="9">چرته چې ستاسو پلار نيکونو زما جاج او آزمېښت وکړو د دې باوجود چې هغوئ هر څۀ وليدل چې ما ورله څۀ کړى وُو.</verse>
				<verse number="10">تر څلوېښتو کالو پورې هغه نسل ته غصه وم، ما ووئيل چې، ”دا هغه خلق دى چې زړونه يې ما نه لرى شوى دى، او دوئ زما لارې ونۀ پېژندلې.“</verse>
				<verse number="11">نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، ”کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="96">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ته يوه نوې سندره ووايئ، اے ټولې دُنيا مالِک خُدائ ته سرود ووايئ.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ ته سرود ووايئ او د هغۀ د نوم ثناء ووايئ، او د هغۀ خلاصون هره ورځ بيان کړئ.</verse>
				<verse number="3">په قومونو کښې د هغۀ د جلال اعلان وکړه، د دُنيا په ټولو خلقو کښې د هغۀ د حېرانونکى کارونو غږ وکړئ.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې مالِک خُدائ لوئ دے او د ثناء صِفت لائق دے، د ټولو معبودانو نه د هغۀ زياته يره په کار ده.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې د قومونو نور ټول معبودان تش بُتان دى، خو مالِک خُدائ آسمانونه جوړ کړى دى.</verse>
				<verse number="6">شان او شوکت د هغۀ سره ښائى، طاقت او جلال د هغۀ په مقدس کور کښې دے.</verse>
				<verse number="7">اے د ټولو قومونو کورَنو، د مالِک خُدائ ثناء او صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ لوئى او طاقت بيان کړئ.</verse>
				<verse number="8">د مالِک خُدائ هغه لوئى بيان کړئ کومه چې د هغۀ نوم سره ښائى، د هغۀ دربار ته راشئ او يوه نذرانه راوړئ.</verse>
				<verse number="9">د مالِک خُدائ په خپل قدوسيت او شان شوکت کښې عبادت وکړئ، اے ټولې دُنيا د هغۀ د حضور په وړاندې ولړزېږه.</verse>
				<verse number="10">په ټولو قومونو کښې دا ووايئ چې، ”مالِک خُدائ بادشاهى کوى. د دُنيا بنيادونه يې مضبوط کړى دى دا به نۀ خوځيږى. او په اِنصاف سره به د خلقو فېصلې وکړى.“</verse>
				<verse number="11">پرېږدئ چې آسمانونه خوشحاله شى او زمکه خوشحالى وکړى، سمندر او چې هغې کښې هر څۀ دى هغوئ دې خوشحالى وکړى.</verse>
				<verse number="12">پټى دې هم خوشحالى وکړى او څۀ چې په هغې کښې دى، نو د ځنګل ټولې ونې به د خوشحالۍ سندرې ووائى،</verse>
				<verse number="13">دوئ به د مالِک خُدائ په وړاندې سندرې ووائى ځکه چې هغه راروان دے، هغه د دُنيا د عدالت دپاره راځى، هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى، او د خلقو عدالت به په خپل اِنصاف سره وکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="97">
				<verse number="1">مالِک خُدائ بادشاه دے ټوله دُنيا دې خوشحالى وکړى، او ټولې لرې جزيرې دې خوشحالى وکړى.</verse>
				<verse number="2">او درنې وريځې او تيارې ترې نه راتاوې دى، اِنصاف او صداقت دواړه د هغۀ د تخت بنيادونه دى.</verse>
				<verse number="3">د هغۀ نه وړاندې اور روان وى، په هر اړخ د هغۀ دشمنان سوزوى.</verse>
				<verse number="4">د هغۀ برېښنا ټوله دُنيا رڼا کوى، زمکه چې دا ګورى نو په لړزان وى.</verse>
				<verse number="5">د مالِک خُدائ په وړاندې غرونه لکه موم داسې ويلى کيږى، د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ په مخکښې داسې کيږى.</verse>
				<verse number="6">آسمانونه د هغۀ صداقت بيانوى، او ټول قومونه د هغۀ جلال وينى.</verse>
				<verse number="7">هر هغه څوک چې د بُتانو عبادت کوى په شرم به وشرميږى، هغوئ هم څوک چې په بې‌کاره بُتانو نازيږى. اے ټولو معبودانو هغۀ ته سجده وکړئ.</verse>
				<verse number="8">د صيون ښار دا اورى او خوشحاليږى او د يهوداه کلى خوشحاله دى، ځکه ستا د عدالت په وجه مالِکه خُدايه دوئ خوشحاله دى.</verse>
				<verse number="9">ځکه تۀ، اے مالِکه خُدايه، په ټوله زمکه باندې د ټولو نه اوچت يې، او تۀ په ټولو معبودانو کښې د ټولو نه ښۀ او اوچت يې.</verse>
				<verse number="10">څوک چې د مالِک خُدائ سره مينه کوى نو هغوئ دې د بدۍ نه نفرت کوى، هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى، او هغه يې د بدعملو نه بچ کوى.</verse>
				<verse number="11">نُور په صادقانو وځلېدلو، او خوشحالى شوه په هغوئ د چا زړونه چې صفا وُو.</verse>
				<verse number="12">په مالِک خُدائ کښې خوشحالى وکړئ تاسو څوک چې صادقان يئ، او د هغۀ د مقدس نوم ثناء ووايئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="98">
				<verse number="1">سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ، ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى، د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ خپل خلاصون خلقو ته ښودلے دے، او خپل صداقت يې په قومونو څرګند کړے دے.</verse>
				<verse number="3">هغۀ خپله مينه او وفادارى چې د بنى اِسرائيلو سره يې کړې وه راپه ياد کړله، زمونږ د خُدائ پاک خلاصون ټولو د زمکې تر آخره پورې وليدو.</verse>
				<verse number="4">اے د زمکې ټولو خلقو، مالِک خُدائ ته خوشحالى وکړئ، د خوشحالۍ په آوازونو او ساز سره ورته سندرې ووايئ،</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ ته د رباب ساز وغږوئ، او د رباب د ساز سره ورته سرودونه ووايئ،</verse>
				<verse number="6">د بيګل او د ګډورى د ښکر په آوازونو، زمونږ د بادشاه مالِک خُدائ په حضور کښې د خوشحالۍ نعرې ووهئ،</verse>
				<verse number="7">سمندر او هر څۀ چې په کښې دى ټول دې چغې او نعرې ووهى، ټوله دُنيا او هر څۀ چې په کښې اوسيږى،</verse>
				<verse number="8">سيندونه دې لاسونه وپړقوى، ټول غرونه دې يو ځائ د خوشحالۍ سندرې ووائى،</verse>
				<verse number="9">ټول دې د مالِک خُدائ په حضور کښې سندرې ووائى، ځکه چې هغه د دُنيا عدالت دپاره راځى، هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى، او د ټولو خلقو به يو شان عدالت وکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="99">
				<verse number="1">مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ د صيون په ښار کښې عظيم دے، او هغه په ټولو قومونو باندې لوئ او اوچت دے.</verse>
				<verse number="3">هغوئ دې ستا د لوئ او هيبتناک نوم ثناء صِفت وکړى، ځکه چې ستا نوم پاک دے،</verse>
				<verse number="4">او هغه قادر بادشاه دے څوک چې د اِنصاف او صداقت سره مينه کوى. تا په خپله اِنصاف قائم کړے دے، تا د يعقوب سره هغه کار کړے دے څۀ چې د اِنصاف او صداقت دے.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ، زمونږ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ د تخت د وړاندې عبادت وکړئ، ځکه چې هغه مقدس دے.</verse>
				<verse number="6">موسىٰ او هارون د هغۀ اِمامان وُو، سموئيل هم د دوئ سره شامل وو چې د مالِک خُدائ نوم به يې يادولو. هغوئ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، او هغۀ يې سوال قبول کړو.</verse>
				<verse number="7">هغۀ دوئ سره د وريځې د ستنې نه خبرې وکړې، هغوئ هغه ټول حُکمونه او قانون منلو کوم چې دوئ ته ورکړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="8">اے مالِکه خُدايه زمونږ پاکه خُدايه، د هغوئ سوال تا قبول کړو. تۀ د بنى اِسرائيلو بخښونکے خُدائ پاک يې، کۀ څۀ هم تا د هغوئ بدو عملونو ته سزا ورکړله.</verse>
				<verse number="9">د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک لوئى بيان کړئ، په مقدس غر باندې د هغۀ عبادت وکړئ، ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مقدس دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="100">
				<verse number="1">اے د دُنيا خلقو، د خوشحالۍ نعرې مالِک خُدائ ته ووهئ،</verse>
				<verse number="2">او د خوشحالۍ سره د مالِک خُدائ عبادت وکړئ، او د خوشحالۍ په سندرو سره د هغۀ په وړاندې حاضر شئ.</verse>
				<verse number="3">ځان پوهه کړئ چې هم مالِک خُدائ خُدائ پاک دے، او هم هغۀ مونږ پېدا کړى يُو او مونږ د هغۀ يُو، مونږ د هغۀ خلق او د هغۀ د څرند د ځائ ګډې يُو.</verse>
				<verse number="4">د هغۀ در ته د شُکر ګزارۍ سره ورننوځئ، او د هغۀ دربار ته د ثناء صِفت کولو سره ورننوځئ، د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ او د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ مهربانه دے او د هغۀ مينه د تل دپاره وى، او د هغۀ وفادارى به تر نسلونو پورې جارى وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="101">
				<verse number="1">زۀ به ستا د مينې او اِنصاف سرود ووايم، او زۀ به تا ته مالِک خُدايه د ثناء سرود ووايم.</verse>
				<verse number="2">زۀ به احتياط کوم چې بې‌داغه ژوند تېر کړم، خو تۀ به زما د مدد دپاره کله راځې؟ او زۀ به په خپل کور کښې په صفا زړۀ ژوند تېروم.</verse>
				<verse number="3">کوم څيزونه چې فاسد وى زۀ به ورته نۀ ګورم. د بې‌ايمانانو د کارونو نه به نفرت کوم، او زۀ به د هغوئ سره کار نۀ ساتم.</verse>
				<verse number="4">او د چا چې وى زړونه کاږۀ ما نه به لرې وى، او زۀ به د بدۍ سره هيڅ کار نۀ ساتم.</verse>
				<verse number="5">څوک چې پټ کوى د خپلو ګاونډيانو غېبتونه، زۀ به هغه چپ کوم. د چا چې سترګې کبرژنې او مغروره وى، هغه سړے به زۀ نۀ برداشت کوم.</verse>
				<verse number="6">زما سترګې به په دُنيا کښې د ايماندارو په لټون شى، چې هغوئ ما سره اوسيږى. د چا کردار چې بې‌داغه وى نو هغوئ به زما خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="7">زما په کور کښې به دوکه مار ته د اوسېدو اجازت نۀ وى، او دروغژن به زما په حضور کښې ودرېدلے نۀ شى.</verse>
				<verse number="8">هر سحر به زۀ هغه بدکاره چې په مُلک کښې مې اوسيږى تباه کوم، زۀ به هر بدعمله د مالِک خُدائ د ښار نه ورک کړم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="102">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، سوال قبول کړه زما، تا ته دې سوال زارى درورسيږى زما.</verse>
				<verse number="2">خپل مخ دې رانه مۀ اړوه کله چې په سخته کښې يم. ما ته غوږ شه کله چې تا نه سوال وکړم او زر مې قبلوه سوالونه.</verse>
				<verse number="3">زما ژوند د لوګى په شان فنا کيږى، زما هډُوکى لکه د سکروټو په شان بليږى.</verse>
				<verse number="4">زړۀ مې بيمار او د واښو په شانې اوچ شو، ما نه خپله روټۍ خوړل هېر شو.</verse>
				<verse number="5">زما په زوره زبيرګو په وجه، تش هډُوکى او تشه څرمن پاتې شوم.</verse>
				<verse number="6">د صحرا د ګونګى په شان يم، زۀ لکه د ګونګى چې په تباه شوو کنډرو کښې اوسېږم.</verse>
				<verse number="7">ويښ پروت يم او زۀ د هغه مارغۀ په شان شوم، چې ځان له پاس په چت باندې اوسيږى.</verse>
				<verse number="8">ټوله ورځ دشمنان ما ته پېغور راکوى، هغوئ ما دومره سپکوى چې په لعنت وئيلو کښې زما نوم استعمالوى.</verse>
				<verse number="9">ځکه د روټۍ په ځائ ايرې زما خوراک شولې، او د اوبو سره مې خپلې اوښکې څښلې.</verse>
				<verse number="10">ستا د قهر او لوئ غضب په وجه، نو زۀ دې اوچت کړمه او يو خوا ته دې وغورزولم.</verse>
				<verse number="11">زما عمر لکه د مازيګر د سورى په شان تير شو، لکه د واښو په شان اوچ شوم.</verse>
				<verse number="12">خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، تر ابده به په تخت ناست يې، ستا د نوم پېژندګلو به تر نسلونو پورې وى.</verse>
				<verse number="13">تۀ به راپاڅې او په صيون ښار به رحم وکړې، او هغه وخت رارسېدلے دے چې خپل احسان دې ورته ښکاره کړې، او مقرر شوے وخت رارسېدلے دے.</verse>
				<verse number="14">د هغې کاڼى ستا په خِدمتګارانو ګران دى، او د هغې په يوې ذرې خاورې هم رحم کوى.</verse>
				<verse number="15">قومونه به د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى، او د دُنيا ټول بادشاهان به ستا د جلال او عظمت نه يريږى.</verse>
				<verse number="16">خو مالِک خُدائ به دوباره د صيون ښار آباد کړى، او بيا به په خپل جلال کښې ځان څرګند کړې.</verse>
				<verse number="17">هغه به د مسکينانو دُعا قبوله کړى، او هغه به د دوئ سوال ته سپک نظر نۀ کړى.</verse>
				<verse number="18">د راتلونکو نسلونو دپاره دې دا وليکلے شى، کوم خلق چې لا پېدا شوى نۀ دى د مالِک خُدائ ثناء دې ووائى.</verse>
				<verse number="19">مالِک خُدائ د خپل بره مقدس مقام نه لاندې وکتل، بره آسمان نه هغۀ زمکې ته نظر وکړو،</verse>
				<verse number="20">چې د قېديانو زبيرګى واورى، په چا چې حُکم د مرګ شوے دے هغوئ د مرګ نه آزاد کړى.</verse>
				<verse number="21">نو د مالِک خُدائ د نوم به په صيون کښې اعلان وشى، او په يروشلم کښې به د هغۀ ثناء صِفت وشى.</verse>
				<verse number="22">کله چې قومونه او بادشاهتونه راجمع شى، او د مالِک خُدائ عبادت وکړى.</verse>
				<verse number="23">زما طاقت يې په نيمه لار کښې ختم کړو، او هغۀ زما ژوند لنډ کړو.</verse>
				<verse number="24">نو ما ووئيل، ”زما پاکه خُدايه، زما ژوند زما نه په ځوانۍ کښې مۀ اخله، تۀ خو به همېشه همېشه پورې ژوندے يې.“</verse>
				<verse number="25">په شروع کښې تا د زمکې بنيادونه کېښودل، آسمانونه ستا د لاس کارونه دى.</verse>
				<verse number="26">دا هر څۀ به ټول ختم شى خو تۀ به قائم پاتې شې، دا هر څۀ به لکه د جامو په شان زاړۀ شى، تۀ به يې لکه د جامو په شان بدلې کړې، او دا هر څۀ به فنا شى.</verse>
				<verse number="27">خو بس تۀ به په يو حال پاتې شې، او ستا کالونه به هيڅکله ختم نۀ شى.</verse>
				<verse number="28">ستا د خِدمتګارو بچى به ستا په حضور کښې اوسيږى، او د هغوئ اولاد به ستا په حضور کښې قائم دائم وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="103">
				<verse number="1">اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، اے زما ټول ځانه، د مالِک خُدائ د مقدس نوم ثناء ووايه.</verse>
				<verse number="2">اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، چې د هغۀ ټول احسانونه هېر نۀ کړى.</verse>
				<verse number="3">څوک چې ستا ټول ګناهونه معاف کوى، او چې ستا ټول مرضونه جوړوى،</verse>
				<verse number="4">څوک چې ستا ژوند د مرګ نه په بيعه اخلى، او خپل د مينې او رحم تاج ستا په سر ږدى،</verse>
				<verse number="5">او څوک چې په ښۀ څيزونو ستا ارمانونه پوره کوى، نو چې د باز په شان ستا ځوانى تازه شى.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ خپل صداقت سر ته رسوى، او د ټولو مظلومانو سره اِنصاف کوى.</verse>
				<verse number="7">هغۀ موسىٰ ته خپلې طريقې وښودلې، خپل اعمال يې بنى اِسرائيلو ته ‎ښکاره کړل.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ رحيم او مهربان دے، زر نۀ په غصه کيږى او د هغۀ مينه پائيداره ده.</verse>
				<verse number="9">هغه به هر وخت نۀ ملامتوى، او خپل قهر به تر ابده نۀ ساتى.</verse>
				<verse number="10">هغه مونږ ته زمونږ د ګناهونو په اندازه سزا نۀ راکوى، او نۀ زمونږ د ګناهونو په مطابق بدله راکوى.</verse>
				<verse number="11">نو لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو دومره د دۀ مينه د هغوئ دپاره لويه ده څوک چې د هغۀ نه يريږى.</verse>
				<verse number="12">څومره چې مشرق د مغرب نه لرې دے، نو دومره هغۀ زمونږ قصورونه مونږ نه لرى کړى دى.</verse>
				<verse number="13">څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو، هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.</verse>
				<verse number="15">د انسان ژوند د واښو په شان دے، لکه د مېدان د ګل په شان غوړيږى.</verse>
				<verse number="16">کله چې هوا ورباندې ولګيږى نو ختم شى، او بيا په هغې ځائ کښې نۀ ښکارى.</verse>
				<verse number="17">تر ابده ابده د مالِک خُدائ مينه د هغوئ سره وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او د هغۀ صداقت د هغوئ د نسلونو سره وى.</verse>
				<verse number="18">او د هغوئ سره څوک چې د هغۀ د لوظ پابند وى، او د هغوئ سره څوک چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوى.</verse>
				<verse number="19">مالِک خُدائ خپل تخت په آسمان کښې قائم کړے دے، او د هغۀ بادشاهى په هر څۀ باندې قائمه ده.</verse>
				<verse number="20">فرښتو د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړئ، تاسو چې زورَورې يئ او د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ، او د هغۀ د کلام تابعدارى کوئ.</verse>
				<verse number="21">اے د فرښتو لښکرو، تاسو د مالِک خُدائ ثناء ووايئ، اے د هغۀ خِدمتګارانو چې د هغۀ رضا پوره کوئ.</verse>
				<verse number="22">اے د مالِک خُدائ ټولو مخلوقاتو د هغۀ د بادشاهۍ په هر ځائ کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړئ. اے زما روحه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="104">
				<verse number="1">اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه. اے مالِکه خُدايه، تۀ ډېر لوئ يې زما پاکه خُدايه، تا د شان او شوکت او لويئ جامې اچولې دى.</verse>
				<verse number="2">هغۀ خپل ځان نه نُور لکه د جامو راتاو کړے دے، هغۀ آسمانونه لکه د پړدې په شان غوړولې دى</verse>
				<verse number="3">هغه د خپل پاس کور تيرونه د اوبو دپاسه ږدى. هغه د وريځو نه جنګى ګاډۍ جوړوى او د هوا په وزرو سوريږى.</verse>
				<verse number="4">هوا د هغۀ پېغام رسوونکى جوړيږى، او د اور لمبې د هغۀ خِدمتګارې دى.</verse>
				<verse number="5">هغه زمکه په خپلو بنيادونو باندې مضبوطوى، چې هيڅکله به نۀ خوځيږى.</verse>
				<verse number="6">تا زمکه په سېلاب باندې لکه د جامو پټه کړې ده، او اوبۀ د غرونو دپاسه ودرېدلې دى.</verse>
				<verse number="7">ستا په رټنه اوبۀ وتښتېدلې، ستا د آواز په تندر سره وتښتېدلې.</verse>
				<verse number="8">د غرونو نه ښکته وبهېدلې، او لاندې درو ته لاړلې، او هغه ځايونو ته چې کوم تا ورته مقرر کړى وُو.</verse>
				<verse number="9">تا ورته حد مقرر کړو د هغې نه وړاندې نۀ ځى، هيڅکله به بيا زمکه پټه نۀ کړى.</verse>
				<verse number="10">تۀ په درو کښې د چينو نه اوبۀ راوباسې، چې د غرونو په مينځ کښې بهيږى.</verse>
				<verse number="11">او د بيابان ټول ځناور ترې نه اوبۀ څښى، او ځنګلى خرونه ورباندې خپله تنده ماتوى.</verse>
				<verse number="12">مارغان د روانو اوبو په خوا کښې جالې جوړوى، او د څانګو په مينځ کښې سندرې وائى.</verse>
				<verse number="13">او تۀ د خپل آسمانى کور نه غرونه اوبۀ کوې، او ستا د کارونو د مېوو په وجه زمکه معموريږى.</verse>
				<verse number="14">تۀ د څاروو دپاره ګياه شنه کوې، او تۀ د بنيادمو دپاره شنۀ بوټى راټوکوې، او د زمکې نه خوراک پېدا کوې.</verse>
				<verse number="15">تۀ د بنيادم د خوشحالولو دپاره مے پېدا کوې، او تۀ تېل د هغۀ د مخ د تازه والى دپاره پېدا کوې، او تۀ روټۍ پېدا کوې کومه چې انسان ته طاقت ورکوى.</verse>
				<verse number="16">د مالِک خُدائ ونې ښې سيرابه شوې، د لبنان دِيار کوم چې هغۀ کَرلى دى.</verse>
				<verse number="17">هلته مارغان په کښې ځان له جالې جوړوى، او ډينګان د چلغوزو ونو کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="18">په لوړو غرونو کښې ځنګلى چېلۍ اوسيږى، په لويو ګړنګونو کښې د صحرا سوى اوسيږى.</verse>
				<verse number="19">تا سپوږمۍ د موسم د مقررولو دپاره جوړه کړه، نمر په دې پوهيږى چې کله ښکته شى.</verse>
				<verse number="20">تۀ تيارۀ راولې نو بيا شپه شى، او ټول ځنګلى ځناور په کښې په ګشت شى.</verse>
				<verse number="21">نو بيا ځوانان زمرى په خپل ښکار پسې غړمبيږى او د خُدائ پاک نه خپل خوراک غواړى.</verse>
				<verse number="22">خو چې کله د سحر نمر راښکاره شى، نو بيا هغوئ په خپلو غارونو کښې اودۀ شى.</verse>
				<verse number="23">نو بيا بنى آدم خپلو کارونو پسې ځى، چې تر ماښامه خپله مزدورى وکړى.</verse>
				<verse number="24">اے مالِکه خُدايه، تا د مختلفو ځناورو څومره قسمونه پېدا کړى دى، ټول دې په عقلمندۍ سره جوړ کړى دى، زمکه ستا د مخلوق نه ډکه شوې ده.</verse>
				<verse number="25">په دومره پراخه او لوئ سمندر کښې چې تا پېدا کړے دے. چې د بې‌شمېره مخلوق نه ډک دے، چې غټ او واړۀ ژوندى څيزونه په کښې دى.</verse>
				<verse number="26">وګوره بيړۍ په کښې ځى راځى، سمندرى بلاګانې تا جوړې کړې چې په کښې لوبې کوى.</verse>
				<verse number="27">دا هر څۀ ستا نه طمع کوى چې دوئ ته په خپل وخت سره خوراک ورکړې</verse>
				<verse number="28">کله چې تۀ دوئ ته ورکوې نو دوئ يې راغونډوى، او چې خپل لاس کولاو کړې نو دوئ په ښۀ څيزونو ماړۀ شى.</verse>
				<verse number="29">نو کله چې تۀ د دوئ نه خپل مخ واړوې نو دوئ يريږى، کله چې تۀ د دوئ نه ساه واخلې نو دوئ مړۀ او دوباره خاورې شى.</verse>
				<verse number="30">کله چې تۀ خپل روح راولېږې مخلوق راپېدا شى، او تۀ د زمکې مخ دوباره تازه کوې.</verse>
				<verse number="31">د مالِک خُدائ جلال دې تر ابده قائم وى، مالِک خُدائ دې په خپل کار خوشحاله وى.</verse>
				<verse number="32">کله چې هغه زمکې ته وګورى نو په لړزان شى، او چې غرونو له لاس وروړى نو په لوګى بدل شى.</verse>
				<verse number="33">زۀ به د مالِک خُدائ سندرې په خپل ټول ژوند کښې وايم، ترڅو چې ژوندے يم د خُدائ پاک ثناء به وايم.</verse>
				<verse number="34">زما خيالونه او سوچونه دې هغه خوشحاله کړى، لکه چې زۀ په مالِک خُدائ کښې خوشحالى کوم.</verse>
				<verse number="35">خو ګناهګاران دې د زمکې نه فنا شى او بدعمله دې نور پاتې نۀ شى. د مالِک خُدائ ثناء ووايه اے زما روحه. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="105">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، او د هغۀ نوم واخلئ، کوم کارونه چې هغۀ کړى دى قومونه ترې خبر کړئ.</verse>
				<verse number="2">هغۀ ته سرود ووايئ او د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ ټول عجيبه کارونه وستايئ.</verse>
				<verse number="3">تاسو د هغۀ په مقدس نوم فخر وکړئ، او د چا زړونه چې د مالِک خُدائ لټون کوى هغوئ دې خوشحالى وکړى.</verse>
				<verse number="4">د مالِک خُدائ او د هغۀ د طاقت لټون وکړئ، هر وخت د هغۀ د مخ د ليدو کوشش کوئ.</verse>
				<verse number="5">کوم عجيبه کارونه چې هغۀ کړى دى هغه راپه ياد کړئ، او د هغۀ معجزې او اِنصاف ياد ساتئ.</verse>
				<verse number="6">اے د هغۀ د خِدمتګار اِبراهيم بچو، د هغۀ د غوره شوى د يعقوب بچو.</verse>
				<verse number="7">هغه رب زمونږ خُدائ پاک دے، د هغۀ عدالت په ټوله دُنيا کښې دے.</verse>
				<verse number="8">هغه خپل لوظ تر ابده پورې ياد ساتى، او هغه تر زر نسله پورې خپله وعده ياده ساتى،</verse>
				<verse number="9">کوم لوظ چې هغۀ د اِبراهيم سره کړے وو، او هغه قسم چې دۀ د اِسحاق سره کړے وو.</verse>
				<verse number="10">هغۀ دا د يعقوب دپاره اصُول جوړ کړو، او دا يې د بنى اِسرائيلو دپاره ابدى لوظ کړو.</verse>
				<verse number="11">هغۀ وفرمائيل، ”تاسو ته به زۀ د کنعان مُلک درکړم، لکه د خپل حق په شان به يې په ميراث کښې درکړم.“</verse>
				<verse number="12">په کوم وخت کښې چې په شمار کښې دوئ ډېر کم وُو، او په حقيقت کښې هغوئ لږ او مسافر وُو.</verse>
				<verse number="13">دوئ به د يو قوم نه بل قوم ته سرګردانه ګرځېدل، او د يو بادشاهت نه به بل بادشاهت ته سرګردانه تلل.</verse>
				<verse number="14">څوک يې هم نۀ پرېښودل چې په دوئ ظلم وکړى، تر دې چې د دوئ دپاره به يې بادشاهان رټل.</verse>
				<verse number="15">هغه فرمائى، ”زما غوره شوو خلقو ته څۀ ونۀ وايئ، او نۀ زما پېغمبرانو ته نقصان ورسوئ.“</verse>
				<verse number="16">هغۀ په هغه زمکه باندې قحط نازل کړو، او د دوئ د خوراک وسيلې يې تباه کړې.</verse>
				<verse number="17">هغۀ د دوئ نه وړاندې يو سړے مِصر ته ولېږلو، يوسف څوک چې د يو غلام په شان خرڅ شولو.</verse>
				<verse number="18">د هغۀ پښې يې په بيړو خوږ کړې، د اوسپنو زنځير يې په غاړه ورته واچولو.</verse>
				<verse number="19">ترڅو چې د هغۀ پېشګوئې پوره شوې نۀ وه، د مالِک خُدائ کلام د هغۀ د زړۀ د رښتينوالى آزمېښت وکړو.</verse>
				<verse number="20">نو بيا بادشاه هغه راوغوښتو او آزاد يې کړو، د قومونو بادشاه هغه آزاد کړو.</verse>
				<verse number="21">هغۀ هغه د خپل کور مشر جوړ کړو، په خپل ټول ملکيت يې اختيار ورکړو.</verse>
				<verse number="22">يوسف د بادشاه په آفسرانو باندې اختيار لرلو او د هغۀ مشيرانو ته يې تعليم ورکولو.</verse>
				<verse number="23">نو بيا بنى اِسرائيل مِصر ته راننوتل، د حام په مُلک کښې يعقوب د مسافر په شان اوسېدلو.</verse>
				<verse number="24">خو مالِک خُدائ خپل خلق ډېر کړل، هغۀ دوئ د دشمنانو نه ډېر زيات کړل.</verse>
				<verse number="25">هغۀ د خپل قوم نه تور کړل د مِصريانو زړونه، چې د دۀ د خِدمتګارانو سره چالاکى وکړى.</verse>
				<verse number="26">هغۀ خپل خِدمتګار موسىٰ ورولېږلو، او ورسره يې کوم چې هغۀ غوره کړے وو هارون ورولېږلو.</verse>
				<verse number="27">نو هغوئ د خلقو په مخکښې د هغۀ عجيبه نښې ښکاره کړې، او عجيبه معجزې او نښې يې د حام په مُلک کښې ښکاره کړې.</verse>
				<verse number="28">هغۀ تيارۀ راولېږله او مُلک يې ټول تورتم کړلو، خو ولې دوئ د هغۀ د کلام مخالفت وکړلو.</verse>
				<verse number="29">او هغۀ د دوئ اوبۀ په وينو بدلې کړې، او د دوئ کبان يې په کښې مړۀ کړل.</verse>
				<verse number="30">د دوئ ټول مُلک د چيندخانو نه ډک شو، او تر دې چې د بادشاهانو په کمرو کښې ښکاره شول چيندخان.</verse>
				<verse number="31">د هغۀ په حُکم راغلل د مچانو لښکرونه، او ورسره راغلل د ماشو لښکرونه.</verse>
				<verse number="32">د باران په ځائ ږلۍ ورباندې راغله، او ورسره په ټول مُلک کښې د برېښنا او تندر آوازونه.</verse>
				<verse number="33">هغۀ باغونه د انګورو اينځرانو ورله تباه کړل، او د هغوئ د ټول مُلک ونې يې راوغورزولې.</verse>
				<verse number="34">هغۀ حُکم وکړُو او د قحط د مُولخانو راغلل لښکرونه، او ورسره وُو هم د نورو بې‌شمېره مُولخانو لښکرونه.</verse>
				<verse number="35">دوئ ورنه د مُلک ټول شنۀ بوټى وخوړل، او د دوئ د خاورې ټول پېداوار يې وخوړلو.</verse>
				<verse number="36">نو بيا هغۀ په ټول مُلک کښې د هغوئ مشران زامن هلاک کړل، او د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه يې تباه کړه.</verse>
				<verse number="37">هغۀ بنى اِسرائيل په سرو او سپينو زرو بار کړى راوويستل، او د هغوئ د قبيلو ټول خلق روغ رمټ پاتې شول.</verse>
				<verse number="38">په مِصر کښې ډېره خوشحالى وشوه د هغوئ په تلو، ځکه چې په هغوئ باندې دباؤ غورزېدلے وو د اِسرائيلو.</verse>
				<verse number="39">د هغوئ د پټولو دپاره يې وريځ راخوره کړله، او اور يې راولېږلو چې شپه يې ورله رڼا کړله.</verse>
				<verse number="40">هغوئ ورته سوال وکړو او هغۀ دوئ ته مړَزان ورکړل، او هغوئ يې په آسمانى روټۍ ماړۀ کړل.</verse>
				<verse number="41">هغۀ ګټ په مينځ نيم کړو او اوبۀ ترې نه روانې شولې، لکه د سيند په شان په صحرا کښې وبهېدلې.</verse>
				<verse number="42">ځکه چې هغۀ ته خپله پاکه وعده ياده وه، کومه وعده چې هغۀ خپل خِدمتګار اِبراهيم سره کړې وه.</verse>
				<verse number="43">هغۀ خپل خلق په ډيرې خوشحالۍ سره راوويستل، خپل غوره شوى خلق يې د خوشحالۍ په چغو او سورو سره راوويستل.</verse>
				<verse number="44">هغۀ هغوئ له د نورو قومونو زمکه ورکړله، هغوئ ته هغۀ په ميراث کښې د نورو ګټه مفته ورکړله.</verse>
				<verse number="45">چې دوئ د هغۀ اصُول وساتى او د هغۀ قانون وپېژنى، ثناء دې مالِک خُدائ ته وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="106">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ځکه چې هغه ښۀ دے، د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ. د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.</verse>
				<verse number="2">د مالِک خُدائ د زورَورو کارونو بيان څوک کولے شى او څوک پوره د هغۀ ثناء صِفت بيانولے شى؟</verse>
				<verse number="3">بختور دى هغوئ څوک چې اِنصاف کوى، او څوک چې تل ښۀ کارونه کوى.</verse>
				<verse number="4">په هغه وخت ما ياد ساته، اے مالِکه خُدايه، کله چې تۀ په خپلو خلقو رحم کوې، کله چې تۀ هغوئ بچ کوې نو زما مدد دپاره هم راشه،</verse>
				<verse number="5">نو چې زۀ هم ستا د غوره شوو خلقو په برکتونو کښې شريک شم، او چې زۀ هم ستا د قوم په خوشحالۍ کښې برخه واخلم او چې زۀ ستا د خلقو سره په ثناء صِفت کولو کښې شريک شم.</verse>
				<verse number="6">مونږ هم د خپل پلار نيکۀ په شان ګناه ګار يُو، مونږ غلط کارونه وکړل او بدعمله يُو.</verse>
				<verse number="7">کله چې زمونږ پلار نيکۀ په مِصر کښې وُو، نو ستا معجزو ته يې خيال ونۀ کړو، او ستا ډېر رحمونه ورته ياد نۀ وُو، او د بحرِقُلزم سره هغوئ بغاوت وکړو.</verse>
				<verse number="8">خو بيا هم هغۀ د خپل نوم په خاطر هغوئ بچ کړۀ، د دې دپاره چې هغه په دې خپل طاقت څرګند کړى.</verse>
				<verse number="9">او هغۀ بحرِقُلزم ورټلو او هغه اوچ شو، هغۀ هغوئ په سمندر کښې داسې پورې ايستل لکه چې په صحرا کښې روان وُو.</verse>
				<verse number="10">هغۀ دوئ د دشمنانو د لاسونو نه بچ کړل، او د دشمنانو د لاسونو نه يې په بيعه واخستل.</verse>
				<verse number="11">اوبو د هغوئ مخالفين ټول ډوب کړل، او په هغوئ کښې يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.</verse>
				<verse number="12">بيا هغوئ د هغۀ په وعدو يقين شروع کړو د هغۀ د ثناء صِفت سرود يې ووئيلو.</verse>
				<verse number="13">خو هغوئ هغه هر څۀ زر هېر کړل کوم چې خُدائ پاک د دوئ دپاره کړى وُو، او د هغۀ د نصيحت انتظار يې ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="14">خو په هغه بيابان کښې دوئ شهوت پرستى شروع کړه، او په دې يې د خُدائ پاک صبر وآزمائيلو.</verse>
				<verse number="15">نو بيا هغۀ هغوئ ته هر څۀ ورکړل کوم چې دوئ غوښتل، خو هغۀ ورسره وبا هم راولېږله.</verse>
				<verse number="16">بيا هغوئ په کېمپ کښې د موسىٰ سره کينه وساتله او د هارون خلاف چې د مالِک خُدائ دپاره مقدس شوے وو کينه وکړله.</verse>
				<verse number="17">نو په دې وجه زمکه په مينځ وچاوده او داتن يې تير کړو، او ابيرام يې هم سره د نورو دوستانو تير کړو.</verse>
				<verse number="18">او د دوئ د نورو مريدانو په مينځ کښې اور بل شو، او د اور په لمبې سره نور بدعمله تباه شُو.</verse>
				<verse number="19">هغوئ په حورب يعنې سينا کښې سخے جوړ کړو او د اوسپنې نه د جوړ شوى بُت عبادت يې وکړو.</verse>
				<verse number="20">نو په دې کولو سره هغوئ جلالى خُدائ بدل کړو د يو سخى په شکل چې ګياه خورى.</verse>
				<verse number="21">هغوئ خُدائ پاک يعنې خپل خلاصونکے هېر کړو، چا چې په مِصر کښې لوئ کارونه کړى وُو،</verse>
				<verse number="22">د حام په مُلک کښې يې معجزې وکړې او د بحرِقُلزم سره يې عجيبه کارنامې وکړې.</verse>
				<verse number="23">نو هغۀ وفرمائيل زۀ به دوئ تباه کړم نو د هغۀ غوره شوى کس موسىٰ د خُدائ د غضب او مخلوق په مينځ کښې ودرېدلو چې د هغۀ غصه سړه او دوئ د تباهۍ نه بچ کړى.</verse>
				<verse number="24">دوئ بيا د هغه ښۀ مُلک نه نفرت شروع کړو، او دوئ د هغۀ په وعده يقين نۀ کولو.</verse>
				<verse number="25">هغوئ به په خپلو خېمو کښې غورېدل او د مالِک خُدائ تابعدارى يې ونۀ کړه.</verse>
				<verse number="26">نو هغۀ خپل لاس اوچت کړو او دوئ ته يې قسم وخوړو چې هغه به دوئ په دې دشته بيابان کښې مړۀ کړى،</verse>
				<verse number="27">او د هغوئ اولاد يې په قومونو کښې خوارۀ کړل، او هغه يې په مُلکونو کښې تس نس کړل.</verse>
				<verse number="28">هغوئ د بعل د فعور بُت عبادت وکړو او بُتانو ته د پېش کړے شوو قربانو غوښې يې وخوړلې،</verse>
				<verse number="29">د هغوئ په بد عملونو مالِک خُدائ غصه شو، او په دوئ باندې يو لوئ مرض راغلو.</verse>
				<verse number="30">خو فينحاس ورمينځ ته شو او مخ نيوے يې وکړو، نو بيا مرض راقابو شو.</verse>
				<verse number="31">د دې کار په وجه هغه رښتينے جوړ شو دا به نسل در نسل تر ابده پورې وى.</verse>
				<verse number="32">د مريبه د اوبو سره دوئ مالِک خُدائ غصه کړو، د دوئ په وجه په موسىٰ باندې مصيبت راغلو،</verse>
				<verse number="33">هغوئ د موسىٰ روح دومره خفه کړو، چې د هغۀ د خولې نه بې‌ځايه خبرې راووتلې.</verse>
				<verse number="34">او هغوئ هغه قومونه هغه شان تباه نۀ کړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ د هغوئ د وژلو حُکم کړے وو،</verse>
				<verse number="35">خو د دې په ځائ هغوئ هم په قومونو کښې ورګډ شول او د هغوئ رِواجونه يې خپل کړل.</verse>
				<verse number="36">هغوئ د هغه خلقو د بُتانو عبادت وکړو، کوم چې د دوئ دپاره دام جوړ شو.</verse>
				<verse number="37">دوئ خپل زامن قربانى کړل او پيريانو ته يې خپلې لوڼه قربانى کړې.</verse>
				<verse number="38">دوئ بې‌ګناه وينې توئ کړې د خپلو لوڼو او زامنو وينې يې توئ کړې، کوم چې د کنعان بُتانو ته دوئ قربانى کړل، د هغوئ د وينې په وجه هغه مُلک ناپاک شو.</verse>
				<verse number="39">په خپلو بدو کارونو يې ځان پليت کړُو، په خپل دې عمل يې ځانونه زناکار کړل.</verse>
				<verse number="40">نو په دې وجه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته غصه شو او د خپلو خلقو نه بېزاره شو.</verse>
				<verse number="41">هغۀ دوئ نورو قومونو ته حواله کړل، او د هغوئ دشمنانو په دوئ باندې حکومت وکړو.</verse>
				<verse number="42">او دشمنانو په هغوئ باندې ظلم وکړو او د هغوئ زور طاقت ته يې حواله کړو.</verse>
				<verse number="43">هغۀ څو څو ځلې دوئ بچ کړل، خو هغوئ سرکشى خوښه کړه او په خپله ګناه کښې مختورن شول.</verse>
				<verse number="44">خو هغۀ د هغوئ مصيبت ته پام شو کله چې هغۀ د هغوئ ژړا واورېده،</verse>
				<verse number="45">د دوئ د خاطره هغۀ خپل لوظ ځان ته راياد کړو او هغۀ خپله فېصله د ابدى مينې په سبب بدله کړه.</verse>
				<verse number="46">په هغوئ يې هغه خلق مهربان کړل چا چې دوئ ګېر کړى وُو.</verse>
				<verse number="47">اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه مونږ بچ کړه، او مونږ د قومونو نه راغونډ کړه، نو چې دغه شان مونږ ستا د مقدس نوم شُکر ادا کړُو او ستا په جلال کښې ستا ثناء صِفت ادا کړُو.</verse>
				<verse number="48">د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى څوک چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے، د ازل نه تر ابده پورې دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى. راځئ چې ټول په شريکه سره ووايو، ”آمين.“ ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="107">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ شُکر کوئ، ځکه چې هغه ډېر ښۀ دے، او د هغۀ مينه تر ابده ‎پاتې کيږى.</verse>
				<verse number="2">چا ته چې مالِک خُدائ خلاصون ورکړى هغوئ دې خلقو ته ووائى، هغوئ هم څوک چې هغۀ د دشمن د لاس نه خلاص کړى دى،</verse>
				<verse number="3">هغوئ هم چې هغۀ د مُلکونو نه راغونډ کړل، د مشرق او مغرب او د شمال او جنوب نه يې راغونډ کړل.</verse>
				<verse number="4">په هغوئ کښې ځينې په خوشى بيابان کښې سرګردانه ګرځېدل، او د خپل ځان دپاره يې د اوسېدلو ښار پېدا نۀ کړو.</verse>
				<verse number="5">هغوئ اوږى تږى وُو، او مرګ ته نزدې وُو.</verse>
				<verse number="6">نو بيا هغوئ په خپلو سختو کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه، هغۀ بيا هغوئ د مصيبت نه خلاص کړل.</verse>
				<verse number="7">هغۀ هغوئ ته نېغه لاره وښودله ترڅو چې هغوئ د اوسېدلو دپاره هغه ښار پېدا کړى.</verse>
				<verse number="8">نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى،</verse>
				<verse number="9">هغه تږو له تنده ماتوى او اوږى په ښۀ خوراکونو مړوى.</verse>
				<verse number="10">په دوئ کښې څۀ په مصيبت او په زنځيرونو کښې پراتۀ وُو، قېديان په کښې په زنځيرونو کښې پراتۀ وُو،</verse>
				<verse number="11">هغوئ د خُدائ د کلام مخالفت کړے وو او هغوئ د خُدائ تعالىٰ د مشورې سپکاوے کړے وو.</verse>
				<verse number="12">هغۀ هغوئ په سخت تکليف کښې واچول، هغوئ تيندکونه خوړل خو مدد يې چا هم نۀ کولو.</verse>
				<verse number="13">نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه، او هغۀ هغوئ د مصيبت نه خلاص کړل.</verse>
				<verse number="14">او هغۀ هغوئ د تيارې نه بهر راوويستل او د هغوئ زنځيرونه يې مات کړل.</verse>
				<verse number="15">نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى،</verse>
				<verse number="16">ځکه چې هغۀ د زېړو دروازې ماتې کړې او د هغې د اوسپنو سيخونه يې غوڅ کړل.</verse>
				<verse number="17">نو څۀ خلق د خپلو بدعملو په وجه کم عقل شول او د خپلو خطاګانو په وجه په مصيبت کښې ګېر شول.</verse>
				<verse number="18">او د هر قسمه خوراکونو نه بېزاره وُو او د مرګ دروازې ته نزدې شوى وُو.</verse>
				<verse number="19">نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه، او هغوئ يې د مصيبت نه خلاص کړل.</verse>
				<verse number="20">او هغۀ خپل کلام ورولېږلو او هغوئ يې روغ کړل، او د قبر نه يې ورله خلاصون ورکړو.</verse>
				<verse number="21">نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغه عجيبه کارونو دپاره چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى.</verse>
				<verse number="22">هغوئ دې مالِک خُدائ ته د شُکر ګزارۍ قربانى وړاندې کړى او د هغۀ کارونه دې د خوښۍ په سندرو کښې بيان کړى.</verse>
				<verse number="23">او څۀ خلق په سمندرى بيړو کښې په سمندر کښې لاړل، او هغوئ په زورَورو اوبو کښې تجارت کولو.</verse>
				<verse number="24">هغوئ د مالِک خُدائ کارونه وليدل، او د هغۀ عجيبه کارونه يې په ډوبو ځايونو کښې وليدل.</verse>
				<verse number="25">هغۀ کلام وکړو نو تېز طوفان راغلو او د سمندر چپې اوچتې شوې.</verse>
				<verse number="26">هغوئ به کله آسمان ته ختل او کله به لاندې د اوبو بېخ ته تلل، نو په دې سخت طوفان کښې هغوئ همت بائيللو.</verse>
				<verse number="27">د نشيانو په شان په ټوپونو او تيندکونو باندې سر وُو، او دوئ نه په آخر کښې يو دوه خطا شو.</verse>
				<verse number="28">نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته فرياد وکړو، او هغوئ ته يې د مصيبت نه خلاصون ورکړو.</verse>
				<verse number="29">هغۀ طوفان په قلاره کړو، او د سمندر چپې او موجونه په آرام شول.</verse>
				<verse number="30">نو کله چې هغه طوفان قلار شو نو دوئ خوشحاله شول، څۀ چې دوئ غوښتل نو تر هغه غاړې يې راوستل.</verse>
				<verse number="31">نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغه عجيبه کارونو دپاره چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى.</verse>
				<verse number="32">د خلقو په ډله کښې دې د خُدائ پاک لوئ بيانوى او د مشرانو په محفل کښې دې د هغۀ ثناء صِفت کوى.</verse>
				<verse number="33">هغۀ دريابونه په بيابان بدل کړل، او د اوبو چينې يې په اوچه زمکه بدلې کړې،</verse>
				<verse number="34">زرخيزه زمکه يې په مالګينه زمکه بدله کړه، د هغوئ د بدو عملونو په وجه څوک چې هلته په کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="35">او هغۀ بيابانونه د اوبو په تالابونو باندې بدل کړل او اوچه زمکه يې د اوبو په چينو بدله کړه،</verse>
				<verse number="36">هغۀ هلته اوږى د اوسېدلو دپاره ولېږل، او هغوئ هلته د اوسېدو دپاره د ښار بنيادونه کېښودل.</verse>
				<verse number="37">او هلته هغوئ کرونده او د انګورو باغونه شروع کړل چې هغې هغوئ ته ډېر پېداوار ورکړو،</verse>
				<verse number="38">هغۀ هغوئ ته برکت ورکړو او شمېر يې ورله ډېر زيات کړو، او هغۀ د هغوئ په رمو کښې نقصان رانۀ وستلو.</verse>
				<verse number="39">او بيا يې شمېر په کمېدو شو او عاجزان شول د ظلم، مصيبت او خفګان په وجه خوار و زار شول،</verse>
				<verse number="40">مالِک خُدائ په خپله شهزادګان سپکوى هغه هغوئ په خوشى دشتو کښې سرګردانوى.</verse>
				<verse number="41">خو هغۀ محتاجه د ظلمونو نه خلاص کړل او د هغوئ خاندان يې لکه د رمو په شان زيات کړل.</verse>
				<verse number="42">او صادقان دا ګورى او ورته خوشحالى کوى، او ټول بدعمله به خپلې خولې بندې کړى.</verse>
				<verse number="43">څوک چې هوښيار وى نو هغوئ دې په دې خبرو باندې غور وکړى، او د مالِک خُدائ په لويه مينه باندې دې غور وکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="108">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، زما زړۀ په تا مضبوط دے، زۀ به په خپل ټول ځان سره ستا حمد او سرود وايم.</verse>
				<verse number="2">اے سريندې او ربابه پاڅه، زۀ به په خپلو سندرو سره سحر راپاڅوم.</verse>
				<verse number="3">اے مالِکه خُدايه، زۀ به ستا ثناء په قومونو کښې بيان کړم، د خلقو مينځ کښې به دې حمدونه وايم.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې ستا ابدى مينه لويه او د آسمانونو دپاسه ده، او ستا وفادارى تر آسمانونو پورې ده.</verse>
				<verse number="5">اے پاکه خُدايه، پاس په آسمانونو دې ستا لوئى وى، او ستا جلال دې د ټولې زمکې دپاسه وى.</verse>
				<verse number="6">مونږ دې په خپل ښى لاس سره بچ کړه او زمونږ مدد وکړه، او د چا سره چې تۀ مينه کوې هغوئ بچ کړه.</verse>
				<verse number="7">خُدائ د خپل مقدس ځائ نه کلام وکړو، ”په خوشحالۍ سره به شِکم تقسيم کړم او د سُکات دره به ناپ تول کړم.</verse>
				<verse number="8">جِلعاد زما دے او منسى هم زما دے، اِفرائيم زما ټوپۍ او يهوداه زما د بادشاهۍ کونټۍ ده.</verse>
				<verse number="9">موآب زما د وينځلو ښانک دے او هغه به زما خِدمتګار وى، او زۀ په ادوم باندې خپلې څپلۍ پاکوم، او زۀ به په فلستيه مُلک باندې د کاميابۍ چغه وهم.“</verse>
				<verse number="10">ما به څوک د برجونو ښار ته راولى؟ څوک به ما ته په ادوم باندې کاميابى راکړى؟</verse>
				<verse number="11">اے پاکه خُدايه، مونږ تا رد کړى يُو څۀ زمونږ د لښکرو سره نور نۀ ځې څۀ؟</verse>
				<verse number="12">د دشمن خلاف زمونږ مدد وکړه، ځکه چې د بنى آدم امداد بې‌فائدې دے.</verse>
				<verse number="13">د خُدائ پاک په مدد سره به مونږ ګټه وکړُو، او هغه به زمونږ دشمن چخڼى کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="109">
				<verse number="1">اے پاکه خُدايه، د چا چې زۀ ثناء صِفت کوم، تۀ خاموشه مۀ پاتې کېږه،</verse>
				<verse number="2">ځکه چې بدعملو او دوکه بازو زما خلاف خپله خولۀ خلاصه کړې ده، او دوئ زما په حقله دروغ وائى.</verse>
				<verse number="3">د نفرتونو ګېره يې زما نه راتاو کړې ده، دوئ هيڅ بې‌هيڅه په ما حمله کړې ده.</verse>
				<verse number="4">زما د مينې په بدل کښې يې په ما اِلزامونه ولګول، خو زۀ د هغوئ دپاره دُعا کوم.</verse>
				<verse number="5">زما د ښو په بدله کښې ما سره بد کوى، دوئ زما د مينې په بدله کښې ما نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="6">اے خُدايه، تۀ په دوئ باندې خراب خلق مقرر کړه چې دوئ ملامته کړى، په دۀ اِلزام لګونکے دې د دۀ ښى لاس ته ودريږى.</verse>
				<verse number="7">او هغه دې په عدالت کښې مجرم وګرځولے شى، او د هغۀ دُعاګانې دې ورته په ګناه حساب شى.</verse>
				<verse number="8">او د هغۀ عُمر دې لنډ شى، د هغۀ د مشرۍ مقام دې نورو خلقو ته حواله شى.</verse>
				<verse number="9">د هغۀ بچى دې يتيمانان شى د هغۀ ښځه دې کونډه شى.</verse>
				<verse number="10">د هغۀ بچى دې ملنګان او خيرماران شى، او د خپلو ورانو کنډرو نه دې وويستلے شى.</verse>
				<verse number="11">قرض‌خوا دې د هغۀ نه هر څۀ واخلى، او د هغۀ د مزدورۍ مېوه دې پردى خلق لوټ کړى.</verse>
				<verse number="12">هغۀ سره دې څوک ښېګړه ونۀ کړى او نۀ دې څوک د هغۀ په يتيمانانو بچو رحم وکړى.</verse>
				<verse number="13">په دُنيا کښې دې د هغۀ نسل ختم شى، او په راتلونکى نسل کښې دې د هغۀ نوم ختم شى.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ دې د هغۀ د پلار نيکۀ ګناهونه نۀ هېروى، او نۀ دې د هغۀ د مور ګناهونه وروبخښى.</verse>
				<verse number="15">او د هغوئ ګناهونه دې د تل دپاره د مالِک خُدائ په وړاندې وى، نو چې دغه شان د هغوئ يادګار د زمکې نه ورک کړى.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې هغۀ کله په چا باندې د رحم کولو سوچ هم نۀ دے کړے، خو تل د غريب او حاجتمند او د مايوسه د مرګ بندوبست کوى.</verse>
				<verse number="17">د هغۀ د لعنت کولو سره مينه وه خو دا دې په هم دۀ راواپس شى، د هغۀ برکت ورکول نۀ خوښېدل نو برکت دې هغۀ نه لرې شى.</verse>
				<verse number="18">لعنت يې لکه د جامو اغوستے وو، دا د دۀ بدن ته لکه د اوبو ورننوتے وو، او هډوکو ته يې لکه د تېلو ورننوتے وو.</verse>
				<verse number="19">د چُوغې په شان دې دا لعنت هم د دۀ نه راتاو شى، او د کمربند په شان دې د تل دپاره د ملا نه تاو وى.</verse>
				<verse number="20">څوک چې په ما اِلزام لګوى هغوئ ته دې دغه سزا ورکړى، او هغوئ ته هم څوک چې زما غېبت کوى.</verse>
				<verse number="21">خو تۀ، اے قادر مطلق مالِکه خُدايه، د خپل نوم په خاطر دې هم ما سره ښۀ وکړه، او د خپلې مينې د ښۀ‌والى په خاطر دې هم ما بچ کړه.</verse>
				<verse number="22">ځکه چې زۀ غريب او ضرورتمند يم، او زړۀ په ما کښې دننه زخمى دے.</verse>
				<verse number="23">زۀ لکه د مازيګر د سورى په شان په ختمېدو يم، او زۀ لکه د مُلخ په شان شړلے شوے يم.</verse>
				<verse number="24">زما ګوډې د روژو په وجه کمزورې شوې دى، او زما نه د هډوکو تشه ډانچه جوړه شوې ده.</verse>
				<verse number="25">زۀ د خپلو دشمنانو د خندا شوم، کله چې هم ما ګورى نو خپل سرونه خوځوى.</verse>
				<verse number="26">اے مالِکه خُدايه، زما پاکه خُدايه ما سره مدد وکړه، د خپلې ابدى مينې په خاطر ما بچ کړه.</verse>
				<verse number="27">هغوئ ته دې معلومه شى چې دا ستا لاس وو، چې دا هر څۀ تا وکړل اے مالِکه خُدايه.</verse>
				<verse number="28">دوئ به لعنت کوى خو تۀ به برکت ورکوې، کله چې دوئ حمله وکړى نو تۀ به يې وشرموې، خو ستا خِدمتګار به خوشحاله وى.</verse>
				<verse number="29">په ما اِلزام لګونکى دې په شرم پټ شى شرم کښې دې د چُوغې په شان پټ شى.</verse>
				<verse number="30">زۀ به په خپله ژبه د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم، او زۀ به په لويه ډله کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړم.</verse>
				<verse number="31">ځکه چې هغه د حاجتمندو مددګار دے، چې د هغه چا نه يې وساتى څوک چې دوئ مجرموى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="110">
				<verse number="1">مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ به د صيون نه ستا زورَوره امسا راوغزوى، نو تۀ به په خپلو دشمنانو باندې حکومت کوې.</verse>
				<verse number="3">کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ قسم خوړلے دے او خپله فېصله به نۀ بدلوى، ”تۀ به لکه د مَلِک‌صِدق د تل دپاره اِمام يې.“</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ ستا ښى لاس ته ولاړ دے، په خپل قهر او غضب کښې به ډېر بادشاهان ووهى.</verse>
				<verse number="6">هغه به د قومونو عدالت وکړى او د مړو به ډيرى ولګوى، او په زمکه به د ټولو بادشاهانو سرونه چخڼى کړى.</verse>
				<verse number="7">خو بادشاه به د لارې د ولې نه اوبۀ وڅښى، نو ځکه به هغه د کاميابۍ هسکه غړۍ ګرځوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="111">
				<verse number="1">د خُدائ ثناء ووايئ. زۀ به په خپل ټول زړۀ سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم، کله چې زۀ د هغۀ د نېکو خلقو سره په جماعت کښې مِلاو شم.</verse>
				<verse number="2">د مالِک خُدائ کارونه ډېر لوئ دى، څوک چې په دې فکر کوى نو په هغې کښې خوشحاله دى.</verse>
				<verse number="3">د هغۀ کارونه د جلال او لويئ نه ډک دى، او د هغۀ صداقت د تل دپاره ‎پاتې وى.</verse>
				<verse number="4">د هغۀ معجزې به خلق تل يادې ساتى، زمونږ مالِک خُدائ بخښونکے او مهربان دے.</verse>
				<verse number="5">د هغۀ نه چې څوک يريږى هغوئ ته رزق ورکوى، هغه خپل لوظ د تل دپاره ياد ساتى.</verse>
				<verse number="6">هغۀ خپلو خلقو ته د خپلو کارونو زور ښودلے دے، او هغوئ ته يې د نورو قومونو زمکې ورکړى دى.</verse>
				<verse number="7">د هغۀ د لاس ټول کارونه په اِنصاف او ښۀ دى، او د هغۀ ټول اصُولونه اعتبارى دى.</verse>
				<verse number="8">او هغه تر ابده قائم پاتې کېدونکى دى، او دا ټول په وفادارۍ او صداقت سره شوى دى.</verse>
				<verse number="9">هغۀ د خپلو خلقو دپاره کفاره ورکړه، هغۀ خپل لوظ تر ابده پورې قائم کړو، د هغۀ نوم مقدس دے او شان او شوکت لرى.</verse>
				<verse number="10">د مالِک خُدائ نه يره کول د حکمت شروع ده، هر هغه څوک چې د هغۀ قانون منى هغه هوښيار دے، د تل دپاره به د هغۀ ثناء صِفت وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="112">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، بختور دى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په حُکمونو په عمل کولو ډېر خوشحاله وى.</verse>
				<verse number="2">د هغوئ اولاد به په زمکه زورَور خلق شى، د صادقانو نسل به بختور کړے شى.</verse>
				<verse number="3">دولت او مالدارى به د هغۀ په کور کښې وى، او د هغۀ صداقت به د تل دپاره وى.</verse>
				<verse number="4">کۀ څۀ هم په تيارۀ کښې صادقانو ته رڼا ځليږى، څوک چې مِهربانه زړۀ سواندى او صادق وى.</verse>
				<verse number="5">مِهربانه په هغۀ دے چې سخى وى او بل ته بې‌لالچه قرض ورکوى، او څوک چې خپلې مسئلې په اِنصاف سره حل کوى.</verse>
				<verse number="6">په يقين سره هغه به ونۀ خوځولے شى، صادق سړے به تل يادولے شى.</verse>
				<verse number="7">هغه به د بد خبر نه نۀ يريږى، د هغۀ زړۀ قائم دے او په مالِک خُدائ باندې پوره توکل کوى.</verse>
				<verse number="8">د هغۀ زړۀ مطمئن دے او هغه به نۀ يريږى، او په آخر کښې به په خپلو ټولو دشمنانو کاميابى حاصله کړى.</verse>
				<verse number="9">هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى، د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى، او د عزت سره به د هغۀ سترګې اوچتيږى.</verse>
				<verse number="10">بدکاران چې دا ګورى نو غصه کيږى، او هغوئ به خپل غاښونه چيچى او ورک به شى، د بدکارانو ارمانونه به پوره نۀ شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="113">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى. اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ.</verse>
				<verse number="2">د مالِک خُدائ نوم ته دې ثناء صِفت وى، د اوس نه تر ابده پورې.</verse>
				<verse number="3">د نمر ختو نه د نمر پرېوتو پورې، د مالِک خُدائ د نوم ستائينه دې وى.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ په ټولو قومونو کښې اوچت دے، او د هغۀ جلال پاس په آسمانونو کښې دے.</verse>
				<verse number="5">زمونږ د مالِک خُدائ خُدائ پاک په شان بل څوک دے، هغه څوک چې پاس په آسمان کښې په تخت ناست دے.</verse>
				<verse number="6">څوک چې خپل ځان په دې عاجزوى چې آسمانونو او زمکې ته لاندې ګورى.</verse>
				<verse number="7">هغه غريبان د خاورو نه اوچتوى، او هغه حاجتمند د ايرو نه اوچتوى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ د شهزادګانو سره کښېنوى، او تر دې هغوئ د خپلو شهزادګانو سره کښېنوى.</verse>
				<verse number="9">هغه شنډې ښځې په خپلو کورونو کښې داسې خوشحالوى، لکه يوه خوشحاله د بچو مور چې وى. مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="114">
				<verse number="1">کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه بهر راووتل، او د يعقوب خاندان چې د پردى مُلک نه راووتل،</verse>
				<verse number="2">يهوداه د خُدائ مقدس ځائ شو، او اِسرائيل د خُدائ پاک د بادشاهت ځائ شو.</verse>
				<verse number="3">کله چې بحرِقُلزم دوئ وليدل نو لار يې ورته پرېښوده، او د اُردن سيند واپس شو او خپل ځائ ته لاړو،</verse>
				<verse number="4">غرونو لکه د ګډانو په شان منډې کړې، او غونډو لکه د ګډورو په شان منډې کړې.</verse>
				<verse number="5">اے سمندره دا څۀ چل وو چې تا هغوئ ته لار پرېښوده، تۀ ولې واپس شوې اے د اُردن سينده،</verse>
				<verse number="6">غرونو تاسو ولې لکه د ګډانو په شان منډې کړې؟ او تاسو اے غونډو ولې لکه د ګډورو په شان منډې کړې؟</verse>
				<verse number="7">د مالِک خُدائ په راتلو سره اے زمکې په لړزان شه، د يعقوب د پاک خُدائ په حضور کښې په لړزان شه،</verse>
				<verse number="8">چا چې د ګټ نه د اوبو تالاب جوړ کړو، او سخت ګټ نه يې د اوبو چشمه جوړه کړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="115">
				<verse number="1">مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى، ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى.</verse>
				<verse number="2">قومونه ولې وائى چې، ”د دوئ پاک خُدائ چرته دے؟“</verse>
				<verse number="3">زمونږ پاک خُدائ په آسمان کښې دے، هر هغه څۀ کوى چې څۀ د هغۀ خوښ وى.</verse>
				<verse number="4">خو د هغوئ بُتان د سرو او سپينو زرو دى، چې د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.</verse>
				<verse number="5">د هغوئ خولې شته خو خبرې پرې کولے نۀ شى، سترګې يې هم شته خو پرې ليدلے نۀ شى.</verse>
				<verse number="6">د هغوئ غوږونه شته خو پرې اورېدلے نۀ شى، پوزې يې هم شته خو پرې بويولے نۀ شى.</verse>
				<verse number="7">د هغوئ لاسونه هم شته خو پرې څۀ محسوسولے نۀ شى، د هغوئ پښې هم شته خو پرې ګرځېدلے نۀ شى، خو هيڅ قسمه آواز د مرۍ نه ويستلے نۀ شى.</verse>
				<verse number="8">چا چې دا جوړ کړى دى نو د هغوئ په شان به شى، او بيا هم هغوئ ټول، څوک چې پرې يقين لرى.</verse>
				<verse number="9">اے بنى اِسرائيلو په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ، هغه ستاسو ډال دے او ستا مدد کوى.</verse>
				<verse number="10">اے د هارون خاندانه په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ، هغه ستاسو ډال دے او مدد کوى.</verse>
				<verse number="11">اے تاسو چې د هغۀ نه يره کوئ په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ، هغه ستاسو ډال دے او مدد کوى.</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ ته مونږ ياد يُو او برکت به راکړى، هغه به د بنى اِسرائيلو خاندان له برکت ورکړى، هغه به د هارون خاندان له برکت ورکړى.</verse>
				<verse number="13">هغه به هغه چا له برکت ورکړى څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، لويو او واړو ټولو ته به يو شان ملاويږى.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ دې تاسو زيات کړى، تاسو او ستاسو د بچو نسل دې زيات کړى.</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى، څوک چې د آسمان او زمکې خالق دے.</verse>
				<verse number="16">اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى، خو زمکه يې انسان له ورکړې ده.</verse>
				<verse number="17">مړى خو د مالِک خُدائ ثناء صِفت نۀ کوى، هغوئ څوک چې لاندې خاموشۍ طرف ته روان وى.</verse>
				<verse number="18">خو مونږ يُو چې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوُو، په دواړه وختونو کښې اوس هم او د تل دپاره هم لوئى بيانوو، د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="116">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ سره مينه کوم ځکه چې هغۀ زما سوال زارى اورېدلې ده، هغۀ زما سوال زارى د رحم دپاره اورېدلې ده.</verse>
				<verse number="2">ځکه چې هغه اوس په ما خيال ساتى او خپل غوږ يې ما ته راړولے دے، ترڅو چې زۀ ژوندے يم زۀ به هغۀ نه سوال کوم.</verse>
				<verse number="3">د مرګ پړو راګېر کړے يم، د قبر سخته په ما راغلې ده، زۀ په خپل خفګان او تکليفونو کښې ډوب شوم.</verse>
				<verse number="4">نو ما بيا د مالِک خُدائ په نوم چغه کړه، چې، ”اے مالِکه خُدايه ما بچ کړه.“</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ مهربانه او صادق دے، زمونږ خُدائ پاک پوره رحيم دے.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ ساده زړۀ لرونکى خلق بچ کوى، کله چې زۀ ډېر سخت حاجتمند ومه هغۀ زۀ بچ کړم.</verse>
				<verse number="7">نو زما روحه يو ځل بيا خپل آرام ته راشه، ځکه چې مالِک خُدائ ما سره ښۀ دے.</verse>
				<verse number="8">خو تا په خپله اے مالِکه خُدايه زما روح د مرګ نه بچ کړو، زما سترګې دې د اوښکو نه اوچې کړې، زما پښې دې د تيندک خوړلو نه بچ کړې.</verse>
				<verse number="9">نو بيا به زۀ د مالِک خُدائ په وړاندې، د ژوندو په مُلک کښې وګرځم.</verse>
				<verse number="10">نو زما دا ايمان وو نو ځکه ما ووئيل چې، ”زۀ ډېر په تکليف کښې يم.“</verse>
				<verse number="11">او ما په خپله مايوسۍ کښې دا ووئيل چې، ”ټول انسانان دروغژن دى.“</verse>
				<verse number="12">نو زۀ به څنګه مالِک خُدائ له د هغې بدل خلاص کړم، د هغۀ د ټولو هغه ښېګړو چې ما سره يې کړى دى.</verse>
				<verse number="13">زۀ به د خلاصون جام اوچت کړم، او زۀ به د مالِک خُدائ په نوم سوال زارى وکړم.</verse>
				<verse number="14">زۀ به د مالِک خُدائ سره خپلې ټولې وعدې پوره کړم، د هغۀ د ټولو خلقو په وړاندې به خپلې وعدې پوره کړم.</verse>
				<verse number="15">د مالِک خُدائ په نظر کښې د هغۀ د مقدسينو مرګ ډېر اهم دے.</verse>
				<verse number="16">اے مالِکه خُدايه په رښتيا سره ستا خِدمتګار يم، لکه ستا د وينځې د زوئ په شان زۀ ستا خِدمتګار يم، تا زۀ د زنځيرونو نه آزاد کړے يمه.</verse>
				<verse number="17">زۀ به تا ته د شُکر ګزارۍ قربانى وکړم، او د مالِک خُدائ په نوم به دُعا وغواړم.</verse>
				<verse number="18">زۀ به د مالِک خُدائ سره خپلې ټولې وعدې پوره کړم، د هغۀ د ټولو خلقو په وړاندې به خپلې وعدې پوره کړم.</verse>
				<verse number="19">د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې يروشلمه ستا په مينځ کښې مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="117">
				<verse number="1">اے ټولو قومونو د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، اے ټولو خلقو د هغۀ لوئى بيان کړئ.</verse>
				<verse number="2">ځکه چې زمونږ دپاره د هغۀ مينه ډېره لويه ده، او د مالِک خُدائ وفادارى د تل دپاره ده، ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="118">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ شُکر وباسئ ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.</verse>
				<verse number="2">بنى اِسرائيل دې داسې ووائى، ”د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.“</verse>
				<verse number="3">د هارون خاندان دې داسې ووائى، ”د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.“</verse>
				<verse number="4">هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، دې ووائى، ”د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.“</verse>
				<verse number="5">ما په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى وکړه، هغۀ زما سوال قبول کړو او زۀ يې آزاد کړم.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم، انسان زما څۀ کولے شى.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ زما مل دے او هغه زما مددګار دے، زۀ به د خپلو دشمنانو په شکست خوشحالى وکړم.</verse>
				<verse number="8">دا ښۀ ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، د دې په ځائ چې په بنيادم توکل وکړم.</verse>
				<verse number="9">دا بهتره ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، نه چې په شهزادګانو توکل وکړم.</verse>
				<verse number="10">زۀ ټولو قومونو راګېر کړم، خو د مالِک خُدائ په نوم مې هغوئ مات کړل.</verse>
				<verse number="11">زۀ هغوئ د هر طرف نه راګېر کړم، خو د مالِک خُدائ په نوم مې هغوئ مات کړل.</verse>
				<verse number="12">هغوئ زما نه لکه د مچو په شان راتاو شُو، لکه د ازغو د اور په شان زر هلاک شُو، خو د مالِک خُدائ په نوم مې هغوئ مات کړل.</verse>
				<verse number="13">هغوئ ما له سخته ديکه راکړه چې راپرېوځم، خو مالِک خُدائ زما مدد وکړو،</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ زما سندره او طاقت دے، هغه زما خلاصونکے جوړ شوے دے.</verse>
				<verse number="15">د خوشحالۍ او د کاميابۍ چغې د صادقانو په خېمو کښې اورېدے شى، ”د مالِک خُدائ ښى لاس زورَور کارونه کړى دى.</verse>
				<verse number="16">د مالِک خُدائ ښے لاس ډېر اوچت دے، د مالِک خُدائ ښى لاس زورَور کارونه کړى دى.“</verse>
				<verse number="17">زۀ به نۀ مرم خو ژوندے به يم، او هغه څۀ چې مالِک خُدائ کړى دى بيانوم.</verse>
				<verse number="18">مالِک خُدائ ما ته سخته سزا راکړه، خو زۀ هغۀ مرګ ته حواله نۀ کړم.</verse>
				<verse number="19">هغۀ ما دپاره د صداقت دروازې پرانستې دى، زۀ به په کښې وردننه شم او د مالِک خُدائ شکريه به ادا کړم.</verse>
				<verse number="20">دا د مالِک خُدائ دروازه ده، په کومه به چې صادقان ورداخل شى.</verse>
				<verse number="21">زۀ به ستا شُکر ادا کړم، ځکه چې تا ما ته جواب راکړے دے، تۀ زما خلاصونکے جوړ شوې.</verse>
				<verse number="22">کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے دے، هم هغه کاڼے د ګوټ سر کاڼے جوړ شوے دے.</verse>
				<verse number="23">دا کارونه مالِک خُدائ کړى دى، دا زمونږ په خيال حېرانوونکے منظر دے.</verse>
				<verse number="24">دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ جوړه کړې ده، نو راځئ چې خوشحالى وکړُو، او په کښې خوشحاله اوسو.</verse>
				<verse number="25">اے مالِکه خُدايه مونږه بچ کړه، اے مالِکه خُدايه مونږ ته کاميابى راکړه.</verse>
				<verse number="26">بختور دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى. د مالِک خُدائ د کور نه مونږ ستاسو برکت غواړُو.</verse>
				<verse number="27">مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے، هغۀ خپله رڼا په مونږ باندې وځلوله، قربانۍ راولئ او په پړو يې د قربان‌ګاه ښکرونو سره وتړئ.</verse>
				<verse number="28">تۀ مې خُدائ پاک يې او زۀ به ستا شُکر ادا کړم، تۀ مې خُدائ پاک يې زۀ به ستا لوئى بيان کړم.</verse>
				<verse number="29">د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="119">
				<verse number="1">بختور دى هغوئ د چا کارونه چې بې‌داغه وى څوک چې د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق چليږى.</verse>
				<verse number="2">بختور دى هغوئ څوک چې د هغۀ قانون ساتى او په خپل ټول زړۀ سره د هغۀ لټون کوى.</verse>
				<verse number="3">دوئ بې‌اِنصافه کارونه نۀ کوى، او دوئ د هغۀ په نقش قدم ځى.</verse>
				<verse number="4">مونږ ته تا د خپلو اصُولو په حقله حُکم وکړو چې هغه په پوره توګه ومنو.</verse>
				<verse number="5">کاش چې زما لارې پخې شى چې زۀ ستا شريعت د خپل ځان نه څرګند کړم.</verse>
				<verse number="6">نو بيا به زۀ شرمنده نۀ شم ځکه چې زۀ ستا په ټولو حُکمونو باندې عمل کوم.</verse>
				<verse number="7">زۀ به ستا په رښتينې زړۀ سره شُکر ادا کړم لکه څنګه چې زۀ ستا صادقه قانون زده کوم.</verse>
				<verse number="8">زۀ به ستا اصُول منم، په پوره توګه ما رد نۀ کړې.</verse>
				<verse number="9">په ځوانۍ کښې به څنګه يو کس خپل عمل پاک وساتى؟ څوک چې ستا د کلام په مطابق اوسيږى.</verse>
				<verse number="10">زۀ په پوره زړۀ سره ستا لټون کوم، ما مۀ پرېږده چې ستا د حُکمونو نه بې‌لارې شم.</verse>
				<verse number="11">ستا کلام مې خپل زړۀ کښې ساتلے دے نو چې زۀ ستا خلاف ګناه ونۀ کړم.</verse>
				<verse number="12">ټول ثناء صِفتونه تا ته دى اے مالِکه خُدايه، ستا اصُول ما ته را زده کړه.</verse>
				<verse number="13">زۀ په خپله خولۀ د هغوئ بيان کوم هغه ټول قوانين کوم چې ستا د خولې نه صادر شوى دى.</verse>
				<verse number="14">زۀ ستا په اصُول منلو خوشحاله يم لکه څنګه چې يو سړے په ډېر مال دولت خوشحاله وى.</verse>
				<verse number="15">زۀ ستا په تعليماتو باندې غور کوم او ستا د لارو احترام کوم.</verse>
				<verse number="16">زۀ ستا په اصُولو خوشحالېږم، او ستا کلام به زۀ نۀ هېروم.</verse>
				<verse number="17">خپل خِدمتګار سره ښۀ کوه نو زۀ به داسې ژوندے يم، او زۀ به ستا په کلام باندې عمل کوم.</verse>
				<verse number="18">سترګې مې پرانيزه چې زۀ ووينم او ستا د قانون عجيبه حقائق وګورم.</verse>
				<verse number="19">زۀ په دې زمکه مسافر يم، ما نه خپل حُکمونه مۀ پټوه.</verse>
				<verse number="20">زما ځان په غوښتو غوښتو ستړے شوے دے هر وخت ستا د قانون غوښتو دپاره.</verse>
				<verse number="21">تۀ کبرژن او لعنتيان رټې او هغوئ څوک چې ستا د حُکمونو نه اوړېدلى دى.</verse>
				<verse number="22">ما نه د هغوئ کينه او سپکوالے لرې کړه، ځکه چې زۀ ستا قانون منم.</verse>
				<verse number="23">تر دې چې بادشاهان رايوځائ کيږى او زما خلاف خبرې کوى، خو ستا خِدمتګار به ستا په قانون غور کوى.</verse>
				<verse number="24">ستا اصُول زما خوشحالى ده، او زما دپاره ښۀ نصيحت دے.</verse>
				<verse number="25">زۀ په خاورو کښې پروت يم، او په خپل کلام دې ما راژوندے کړه.</verse>
				<verse number="26">ما خپلې لارې تا ته ښکاره کړې او تا جواب راکړو، ما ته خپل اصُول راوښايه.</verse>
				<verse number="27">ما د خپل کلام په تعليماتو باندې پوهه کړه، نو ستا په عجيبه کارونو به بيا غور وکړم.</verse>
				<verse number="28">د غمه زما ځان کمزورے شوے دے، په خپل کلام دې ما له طاقت راکړه.</verse>
				<verse number="29">ما د دروغژنو لارو نه وساته، او د خپل شريعت په ښودلو کښې دې په ما مهربانى وکړه.</verse>
				<verse number="30">ما د رښتينوالۍ لاره خوښه کړې ده، او ستا شريعت مې په خپل زړۀ کښې ځائ کړے دے.</verse>
				<verse number="31">مالِکه خُدايه ستا اصُول مې راټينګ کړى دى، ما شرمېدو ته مۀ پرېږده.</verse>
				<verse number="32">زۀ ستا د شريعت په لار روان يم، ځکه چې تا زما زړۀ لوئ کړے دے.</verse>
				<verse number="33">اے مالِکه خُدايه ما ته وښايه چې ستا په شريعت عمل وکړم، زۀ به تل په هغې باندې عمل کوم.</verse>
				<verse number="34">نو ما ته ستا په شريعت باندې پوهه راکړه نو زۀ به بيا پرې عمل کوم او په خپل ټول زړۀ سره به پرې عمل کوم.</verse>
				<verse number="35">ما د خپلو حُکمونو په لارو باندې روان کړه، او چې زۀ په کښې خپله خوشحالى پېدا کړم.</verse>
				<verse number="36">زما زړۀ دې د خپل شريعت طرف ته راوګرځوه او د مال دولت لالچ طرف ته يې مۀ ګرځوه.</verse>
				<verse number="37">زما نظر د بې‌کاره څيزونو نه واړوه، او د خپل کلام په مطابق دې ژوند راکړه.</verse>
				<verse number="38">خپله وعده دې د خپل خِدمتګار سره پوره کړه، هغه وعده چې تا د هغه چا سره کړې وه څوک چې تا نه يريږى.</verse>
				<verse number="39">د کومې بې‌عزتۍ نه چې يرېږم هغه زما نه اخوا کړه، ځکه چې ستا شريعت ښۀ دے.</verse>
				<verse number="40">زۀ ستا د تعليماتو څومره خواهشمند يم، او په خپل صداقت کښې دې زما ژوند تازه کړه.</verse>
				<verse number="41">خپله ابدى مينه دې ما له راکړه اے مالِکه خُدايه، او د خپلې وعدې په مطابق دې خلاصون راکړه.</verse>
				<verse number="42">څوک چې ما ته پېغور راکوى نو بيا به زۀ جواب ورکړم، ځکه چې زۀ ستا په کلام باور کوم.</verse>
				<verse number="43">زما د خولې نه د حقيقت کلام مۀ اخله، ځکه چې ما خپل اُميد ستا په شريعت باندې وتړلو.</verse>
				<verse number="44">زۀ به هر وخت ستا د شريعت تابعدارى کوم، او د تل دپاره به يې منم.</verse>
				<verse number="45">زۀ به په آزادۍ سره ګرځم، ځکه چې ما خپل ځان ستا حُکمونو ته وقف کړے دے.</verse>
				<verse number="46">زۀ به ستا شريعت بادشاهانو ته بيان کړم زۀ به د چا نه هم نۀ شرمېږم.</verse>
				<verse number="47">ستا په حُکمونو کښې زما خوشحالى ده ځکه چې زما ورسره مينه ده.</verse>
				<verse number="48">ستا حُکمونه مې خوښيږى او عزت يې کوم، او زۀ ستا په اصُولو باندې سوچ کوم.</verse>
				<verse number="49">خپل خِدمتګار ته دې خپله خبره راياده کړه، ځکه چې دا زما اُميد دے.</verse>
				<verse number="50">زما په سختۍ کښې هم دا زما تسلى ده، چې هم ستا وعده به ما ژوندے ساتى.</verse>
				<verse number="51">کبرژن زما د حد نه زيات سپکاوے کوى، خو زۀ به ستا د شريعت نه وانۀ وړم.</verse>
				<verse number="52">اے مالِکه خُدايه ستا پخوانے شريعت ما ته ياد دے، او زما په دې باندې تسلى کيږى.</verse>
				<verse number="53">زۀ بدکارانو ته ډيرې غصې راخستے يم، هغوئ چا چې ستا شريعت پرېښے دے.</verse>
				<verse number="54">ستا شريعت زما د سندرو مرکز دے په هر ځائ کښې چې زۀ اوسېدلے يم.</verse>
				<verse number="55">اے مالِکه خُدايه په شپه کښې زۀ ستا نوم يادوم، زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کوم.</verse>
				<verse number="56">دا زما چال چلن وو، چې ستا په قانون باندې عمل وکړم.</verse>
				<verse number="57">تۀ زما ميراث يې اے مالِکه خُدايه، ما دا وعده کړې ده چې ستا په شريعت به عمل کوم.</verse>
				<verse number="58">ما ستا د رضا په خپل ټول زړۀ سره لټون کړے دے. د خپلې وعدې په مطابق په ما مهربانه اوسه.</verse>
				<verse number="59">ما په خپلو لارو غور کړے دے او ما خپل قدمونه ستا قانون ته راګرځولى دى.</verse>
				<verse number="60">زۀ به زړۀ نا زړۀ او ځنډ نۀ کوم چې ستا حُکمونه ومنم.</verse>
				<verse number="61">هر څو کۀ بدعمله مې په پړو تړل غواړى، خو زۀ به ستا شريعت نۀ هېروم.</verse>
				<verse number="62">په نيمه شپه راپاڅمه چې ستا شُکر ادا کړم ستا د صادقه شريعت دپاره.</verse>
				<verse number="63">هر څوک چې تا نه يريږى زۀ د هغوئ ټولو ملګرے يم، او د هغوئ ټولو هم څوک چې ستا په شريعت عمل کوى.</verse>
				<verse number="64">زمکه ستا د ابدى مينې نه ډکه ده اے مالِکه خُدايه، ما ته د خپل اصُول سبق راوښايه.</verse>
				<verse number="65">د خپل خِدمتګار سره دې ښۀ وکړل د خپل کلام په مطابق اے مالِکه خُدايه.</verse>
				<verse number="66">ما ته ښۀ عقل او پوهه راوښايه، ځکه چې زۀ ستا په حُکمونو باور کوم.</verse>
				<verse number="67">د دې نه وړاندې چې تکليف راورسيږى، بې‌لارې شوے وم، خو اوس ستا په کلام عمل کوم.</verse>
				<verse number="68">تۀ ښۀ يې او نېک کارونه کوې، ما ته دې خپل اصُول راوښايه.</verse>
				<verse number="69">کۀ څۀ هم چې مغرورانو په ما پورې دروغ تړلى دى، زۀ د خپل ټول زړۀ سره ستا اصُول ساتم.</verse>
				<verse number="70">د دوئ زړونه بې‌احساسه او بې‌رحمه دى، خو ستا په قانون کښې زۀ خوشحاله يم.</verse>
				<verse number="71">دا زما دپاره ښه وه چې په تکليف شوم نو دغه شان به زۀ ستا قانون زده کړم.</verse>
				<verse number="72">ستا د خولې خبره زما دپاره ډېر اهميت لرى په زرګونو د سپينو او سرو زرو سيکو نه.</verse>
				<verse number="73">تا زۀ په خپلو لاسونو جوړ او تيار کړمه نو ما له پوهه راکړه چې ستا حُکمونه زده کړمه</verse>
				<verse number="74">هغه څوک چې تا نه يريږى دوئ دې خوشحالى وکړى کله چې ما وګورى ځکه چې ما خپل اُميد ستا کلام پورې تړلے دے</verse>
				<verse number="75">زۀ په دې پوهېږمه اے مالِکه خُدايه چې ستا شريعت صادق دے او د خپلې وفادارۍ په وجه دې زۀ په تکليف کړے يمه</verse>
				<verse number="76">ستا نۀ ختمېدونکې مينه دې ما له تسلى راکړى د هغه وعدې په مطابق کومه چې تا د خپل خِدمتګار سره کړې ده</verse>
				<verse number="77">په ما رحم وکړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه ځکه چې ستا شريعت ما خوشحالوى</verse>
				<verse number="78">کبرژن دې په شرمونو وشرميږى برناحقه په ما دروغ وائى خو زۀ ستا په لارښودنو باندې غور او فکر کومه</verse>
				<verse number="79">ما ته دې راشى څوک چې تا نه يريږى هغوئ څوک چې ستا په شريعت پوهيږى</verse>
				<verse number="80">زما زړۀ دې ستا قانون منلو دپاره بې‌داغه وى نو داسې به زۀ ونۀ شرمېږمه.</verse>
				<verse number="81">ستا د خلاصون په انتظار زما ځان کمزورے کيږى خو ما خپل اُميد ستا کلام پورې تړلے دے</verse>
				<verse number="82">ستا د وعدې په انتظار مې سترګې ړندې شوې زۀ دا وايم چې، ”تۀ به ما له تسلى کله راکوې؟“</verse>
				<verse number="83">زۀ په لوګى کښې لکه د مشک په شان اوچ شوے يم. خو ستا اصُول نۀ هېرومه</verse>
				<verse number="84">ترڅو به ستا خِدمتګار انتظار کوى څوک چې زما سره زياتے کوى تۀ به کله سزا ورکوې</verse>
				<verse number="85">زما دپاره مغروران کنده جوړوى ځکه چې ستا د قانون مخالفت کوى</verse>
				<verse number="86">ستا ټول حُکمونه باورى دى زما مدد وکړه ځکه چې بې‌وجه ما خلق زوروى</verse>
				<verse number="87">زۀ خو دوئ تقريباً د زمکې نه ورک کړے يمه خو ستا اصُول ما پرېښودى نۀ دى</verse>
				<verse number="88">د خپلې وفادارې مينې په مطابق دې زما ژوند وساته نو زۀ به ستا د خولې په تعليماتو عمل وکړمه</verse>
				<verse number="89">اے مالِکه خُدايه ستا کلام ابدى دے او دا په آسمانونو کښې قائم دے</verse>
				<verse number="90">ستا وفادارى به په ټولو نسلونو کښې وى تا زمکه پېدا کړه چې تر اوسه لا قائمه ده</verse>
				<verse number="91">ستا شريعت تر نن ورځې پورې قائم دے نو ټول څيزونه ستا خِدمتګاران دى</verse>
				<verse number="92">کۀ چرې ستا شريعت زما خوشحالى نۀ وے نو زۀ به په خپل مصيبت کښې تباه شوے ومه</verse>
				<verse number="93">زۀ به هيڅکله هم ستا تعليمات نۀ هېرومه ځکه چې په دوئ باندې تا زما ژوند تازه ساتلے دے</verse>
				<verse number="94">ما بچ کړه ځکه چې زۀ ستا يمه ما ستا د تعليماتو لټون کړے دے</verse>
				<verse number="95">بدکاران زما د تباه کولو په انتظار کښې دى خو زۀ به ستا په قانون غور کومه</verse>
				<verse number="96">تر دې چې زۀ د هر يو کامِل کار څۀ حد وينمه خو ستا د حُکمونو څۀ حد نۀ وينمه.</verse>
				<verse number="97">خو ګوره زۀ ستا د قانون سره څومره مينه کومه او زۀ ټوله ورځ په دې سوچ کومه</verse>
				<verse number="98">ستا حُکمونه ما د خپلو دشمنانو نه ډېر هوښياروى ځکه چې هغه ما سره د تل دپاره دى</verse>
				<verse number="99">زۀ د خپلو ټولو اُستاذانو نه ډېر هوښيار يمه نو ځکه زۀ ستا په شريعت غور کومه</verse>
				<verse number="100">زۀ د مشرانو نه ډېره زياته هوښيارتيا لرمه ځکه چې زۀ ستا په شريعت عمل کومه</verse>
				<verse number="101">ما د هرې بدې لارې نه خپل قدمونه ساتلى دى نو چې زۀ ستا په کلام عمل وکړے شمه</verse>
				<verse number="102">زۀ ستا د شريعت نه جدا شوے نۀ يمه ځکه چې تا په خپله ما ته تعليم راکړے دے</verse>
				<verse number="103">ستا کلام زما دپاره څومره خوږ دے زما د خولې دپاره د شاتو نه ډېر خوږ دے</verse>
				<verse number="104">ما عقل ستا د تعليماتو نه زده کړو نو په دې وجه د غلطو لارو نه نفرت کومه</verse>
				<verse number="105">ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده او زما د لارې دپاره رڼا ده</verse>
				<verse number="106">ما قسم خوړلے او په هغې ولاړ يم چې زۀ به ستا په صادق شريعت باندې عمل کومه</verse>
				<verse number="107">اے مالِکه خُدايه ما ډېر تکليفونه تېر کړل د خپل کلام په مطابق دې زما ژوند تازه کړه</verse>
				<verse number="108">اے مالِکه خُدايه زما د خولې نه د اخلاص نه ډک ثناء صِفت قبول کړه او د خپل شريعت تعليم دې ما ته راکړه</verse>
				<verse number="109">کۀ څۀ هم چې هر وخت خپل ژوند په خطره کښې اچومه خو زۀ به ستا شريعت نۀ هېرومه</verse>
				<verse number="110">بدکارانو ما ته دام خور کړے دے خو بيا هم زۀ ستا د تعليماتو نه بې‌لارې نۀ شومه</verse>
				<verse number="111">ستا حُکمونه مې د تل دپاره ميراث دے دا زما د زړۀ خوشحالى ده</verse>
				<verse number="112">زما زړۀ ستا د حُکمونو په ساتلو بوخت دے او دا قانون به تر ابده پورې منمه</verse>
				<verse number="113">زۀ دوه مخيزه سړى نه کرکه کومه خو زۀ ستا قانون سره مينه کومه</verse>
				<verse number="114">تۀ زما پناه او زما ډال يې ما خپل اُميد ستا د کلام پورې تړلے دے</verse>
				<verse number="115">اے بدکارو خلقو ما نه لرې شئ چې زۀ د خپل خُدائ پاک په حُکمونو عمل وکړمه</verse>
				<verse number="116">د خپلې وعدې په مطابق دې ما سمبال کړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه او د خپل اُميد نه دې شرمنده نۀ شمه</verse>
				<verse number="117">ما ته سهاره راکړه نو زۀ به بچ شمه نو بيا به زۀ د تل دپاره ستا په شريعت غور کومه</verse>
				<verse number="118">تۀ هغوئ ټول رد کوې څوک چې ستا د شريعت نه اوړى او د هغوئ دوکه بلکل عبث ده</verse>
				<verse number="119">تۀ د دُنيا ټول بدعمله لکه د خزلې په شان غورزوې نو په دې وجه زۀ ستا قانون سره مينه کومه</verse>
				<verse number="120">ستا د يرې نه زما بدن رپى او زۀ ستا د عدالت نه يرېږمه</verse>
				<verse number="121">ما هغه څۀ وکړل څۀ چې صداقت او اِنصاف وى ما خپلو دشمنانو ته مۀ پرېږده</verse>
				<verse number="122">خپل خِدمتګار ته د ښۀ ژوند ضمانت ورکړه کبرژن مۀ پرېږده چې په ما ظلم وکړى</verse>
				<verse number="123">ستا خلاصون پسې سترګې مې ستړې شوې او ستا د رښتينې وعدې انتظار کومه</verse>
				<verse number="124">د خپل خِدمتګار سره دې د خپلې ابدى مينې په مطابق سلوک وکړه او د خپلو اصُولو تعليم دې ما ته راکړه</verse>
				<verse number="125">زۀ ستا خِدمتګار يم ما له پوهه راکړه چې زۀ ستا په قانون باندې پوهه شمه</verse>
				<verse number="126">اے مالِکه خُدايه اوس ستا د قدم اوچتولو دا وخت دے ځکه چې ستا قانون مات شوے دے</verse>
				<verse number="127">ځکه زۀ ستا د حُکمونو سره مينه کومه د سرو زرو نه زياته او د خالص سرو زرو نه زياته</verse>
				<verse number="128">او ځکه زۀ ستا ټول تعليمات صحيح ګڼمه او زۀ د هر يوې خطا لارې نه نفرت کومه</verse>
				<verse number="129">ستا شريعت ښکلے دے نو ځکه زۀ په دې باندې عمل کومه</verse>
				<verse number="130">ستا د کلام تعليم نُور ورکوى او جاهلانو خلقو ته پوهه ورکوى</verse>
				<verse number="131">ستا د حُکمونو دومره تږے يمه چې د حُکمونو ارمانى دې يمه</verse>
				<verse number="132">ما ته راشه او په ما رحم وکړه څنګه چې تۀ تل د هغوئ سره مينه کوې، څوک چې ستا نوم سره مينه کوى</verse>
				<verse number="133">زما قدمونه ستا د کلام په لاره روان کړه او هيڅ قسمه ګناه دې په ما حکومت نۀ کوى</verse>
				<verse number="134">ما ته د انسان د ظلم زور نه خلاصون راکړه نو چې زۀ ستا په تعليماتو باندې عمل وکړمه</verse>
				<verse number="135">خپل د مخ رڼا دې په خپل خِدمتګار وځلوه او د خپل شريعت تعليم دې ما ته راکړه</verse>
				<verse number="136">د اوښکو سېلابونه مې د سترګو نه بهيږى ځکه چې ستا په شريعت باندې عمل نۀ کيږى</verse>
				<verse number="137">تۀ صادقه يې اے مالِکه خُدايه او ستا فېصلې د اِنصاف دى</verse>
				<verse number="138">کوم شريعت چې تا مقرر کړے دے هغه د صداقت نه ډک دے او هغه بلکل باورى دے</verse>
				<verse number="139">زما غېرت ما سوزوى ځکه چې زما دشمنانو ستا کلام هېر کړے دے</verse>
				<verse number="140">ستا کلام ډېر پاک دے نو ځکه ستا خِدمتګار د هغې سره مينه کوى</verse>
				<verse number="141">کۀ څۀ هم چې زۀ ورکوټے او حقير يمه خو زۀ ستا تعليمات نۀ هېرومه</verse>
				<verse number="142">ستا صداقت ابدى دے او ستا قانون رښتونے دے</verse>
				<verse number="143">غم او تکليف ما باندې راغلے دے خو ستا په حُکمونو کښې زما خوشحالى ده</verse>
				<verse number="144">ستا اصُول تر ابده صحيح دى ما له پوهه راکړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه</verse>
				<verse number="145">د خپل ټول زړۀ سره تا ته سوال زارى کومه جواب راکړه مالِک خُدايه زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کومه</verse>
				<verse number="146">زۀ تا ته سوال کومه ما بچ کړه چې زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کومه</verse>
				<verse number="147">سحر سبا راپاڅمه او د مدد دپاره تا ته سوال زارى کومه او زۀ ستا په کلام خپل اُميد تړمه</verse>
				<verse number="148">ټوله شپه زما سترګې کولاو وى چې زۀ ستا په وعدو باندې غور وکړمه</verse>
				<verse number="149">د خپلې مينې په مطابق دې زما آواز واوره د خپل رحم په مطابق دې زما ژوند بچ کړه اے مالِکه خُدايه</verse>
				<verse number="150">څوک چې بدې منصوبې جوړوى ما ته رانزدې دى خو دوئ ستا د شريعت نه لرى دى</verse>
				<verse number="151">خو اوس تۀ رانزدې يې اے مالِکه خُدايه او ستا حُکمونه ټول صحيح دى</verse>
				<verse number="152">ډېر د پخوا نه ما ستا د قانون نه زده کړى دى چې تۀ هغه همېشه دپاره قائم ساتې</verse>
				<verse number="153">زما مصيبت ته وګوره او ما بچ کړه ځکه چې ما ستا قانون هېر کړے نۀ دے</verse>
				<verse number="154">په عدالت کښې زما دفاع وکړه او آزاد مې کړه او د خپلې وعدې په مطابق دې زما ژوند وساته</verse>
				<verse number="155">خلاصون د بدعملو نه لرې دے ځکه چې هغوئ ستا د قانون لټون نۀ کوى</verse>
				<verse number="156">ستا رحم ډېر لوئ دے اے مالِکه خُدايه او د خپل شريعت په مطابق دې زما ژوند بچ کړه</verse>
				<verse number="157">زما دشمنان ډېر دى څوک چې ما ازاروى خو زۀ ستا د شريعت نه اوړېدلے نۀ يم</verse>
				<verse number="158">زۀ بې‌ايمانانو ته سپک ګورمه ځکه چې دوئ ستا په کلام عمل نۀ کوى</verse>
				<verse number="159">او ګوره زۀ ستا د حُکمونو سره څومره مينه کومه د خپلې ابدى مينې په مطابق دې زما ژوند بچ کړه اے مالِکه خُدايه</verse>
				<verse number="160">ستا ټول کلام رښتونے دے او ستا ټول صادق کلام ابدى دے</verse>
				<verse number="161">بادشاهان بې‌وجې ما ازاروى خو زما زړۀ ستا په کلام د يرې نه درزيږى</verse>
				<verse number="162">زۀ ستا په وعدو کښې خوشحالى کومه لکه څوک چې پېدا کړى لويه خزانه</verse>
				<verse number="163">زۀ دروغ بد ګڼم او ترې نه نفرت کومه خو زۀ ستا قانون سره مينه کومه</verse>
				<verse number="164">په ورځ کښې زۀ اووۀ ځله ستا ثناء وايمه ځکه چې ستا ټول شريعت د اِنصاف دے</verse>
				<verse number="165">هغوئ په لوئ امن کښې دى څوک چې ستا قانون سره مينه کوى او هيڅ څيز به هغوئ له تيندک ورنۀ کړى</verse>
				<verse number="166">زۀ ستا د خلاصون په انتظار يم اے مالِکه خُدايه او زۀ ستا په حُکمونو باندې عمل کومه</verse>
				<verse number="167">زۀ ستا په تعليماتو باندې عمل کومه ځکه چې زۀ ورسره ډېره مينه لرمه</verse>
				<verse number="168">زۀ ستا تعليماتو شريعت باندې عمل کومه ځکه چې تۀ خبر يې زما د ټولو کارونو نه</verse>
				<verse number="169">زما سوال زارى دې تا ته درورسيږى اے مالِکه خُدايه د خپل کلام په مطابق دې ما له پوهه راکړه</verse>
				<verse number="170">زما خواستونه دې تا ته درورسيږى د خپل کلام په مطابق دې ما له ژوند راکړه</verse>
				<verse number="171">زما په ژبه دې ستا ثناء صِفت وى ځکه چې تا ما ته خپل قانون ښودلے دے</verse>
				<verse number="172">زما ژبه دې ستا د کلام سندرې ووائى ځکه چې ستا ټول حُکمونه صادق دى</verse>
				<verse number="173">ستا لاس دې هر وخت زما د مدد دپاره تيار وى ځکه چې ما ستا شريعت غوره کړے دے</verse>
				<verse number="174">ستا د خلاصون زۀ ارمانى يمه اے مالِکه خُدايه او زۀ ستا په شريعت کښې خوشحاله يمه</verse>
				<verse number="175">ما ته ژوند راکړه ترڅو ستا ثناء صِفت وکړمه او ستا قانون دې ما وساتى</verse>
				<verse number="176">زۀ د ورکې شوې ګډې په شان بې‌لارې شوے يمه خپل خِدمت کوونکے دې ولټوه ځکه چې ما هېر کړى نۀ دى ستا حُکمونه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="120">
				<verse number="1">په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوم، او زما سوال هغه قبلوى،</verse>
				<verse number="2">ما د دروغژنو شونډو نه بچ کړه اے مالِکه خُدايه او د دوکه بازو ژبو نه مې وساته</verse>
				<verse number="3">اے دوکه مارو ژبو هغه به تاسو سره څۀ وکړى؟ او د دې سزا سره به نور تاسو سره څۀ وکړى؟</verse>
				<verse number="4">هغه به تاسو ته د جنګيالو د تېرو غشو سره سزا درکړى، او په سرو سکروټو به سزا درکړى.</verse>
				<verse number="5">افسوس دې وى په ما چې زۀ په مسک کښې لکه مسافر اوسېږم، زۀ د قيدار د خېمو په مينځ کښې اوسېږم.</verse>
				<verse number="6">زۀ ډېر زيات اوسېدلے يم د هغو خلقو په مينځ کښې څوک چې امن نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="7">زۀ صُلح خوښوونکے او امن پسند يم، خو چې کله زۀ د صُلحې خبرې کوم هغوئ جنګ غواړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="121">
				<verse number="1">ما خپلې سترګې غرونو ته نيولې دى. چې زما مدد به د کوم ځايه راځى؟</verse>
				<verse number="2">زما مدد د مالِک خُدائ نه راځى، چې د زمکې او آسمان جوړونکے دے.</verse>
				<verse number="3">ستا پښې به هغه ښوئېدو ته نۀ پرېږدى، هغه څوک چې ستا حِفاظت کوى هغۀ له خوب نۀ ورځى.</verse>
				<verse number="4">په حقيقت کښې هغه څوک چې د بنى اِسرائيلو حفاظت کوى، هغۀ ته نۀ خوب جوټه ورکوى او نۀ اودۀ کيږى.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ ستاسو حفاظت کوى، مالِک خُدائ لکه د سورې په شان تا سره دے.</verse>
				<verse number="6">په ورځ کښې به نمر تکليف نۀ درکوى، او نۀ به سپوږمۍ په شپه کښې نقصان درکوى.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ به ستاسو د هر مصيبت نه حفاظت کوى، هغه به ستا په ژوند باندې نظر ساتى.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ به ستا په تلو راتلو کښې حفاظت کوى، د اوس نه تر ابده پورې به ستا حفاظت کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="122">
				<verse number="1">ما به د هغوئ سره خوشحالى کوله چا چې به ما ته وئيل، ”راځئ چې د مالِک خُدائ کور ته ځو.“</verse>
				<verse number="2">اے يروشلمه اوس مونږ ستا په دروازو کښې ولاړ يُو.</verse>
				<verse number="3">يروشلم د هغه ښار په شان جوړ شوے دے، چې ټول ښار د يو بل پسې پيوسته جوړ شوے وى.</verse>
				<verse number="4">چرته چې د بنى اِسرائيلو قبيلې بره ورخېژى، د مالِک خُدائ قبيلې ورخېژى، چې د مالِک خُدائ د نوم ثناء ووائى، د هغه شريعت په مطابق چې بنى اِسرائيلو ته ورکړے شوے دے.</verse>
				<verse number="5">هلته د اِنصاف دپاره د عدالت تختونه قائم دى، د داؤد د خاندان تختونه قائم دى.</verse>
				<verse number="6">د يروشلم د سلامتيا دپاره دُعا وغواړه، ”او څوک چې کوى تا سره مينه آباد دې وى.</verse>
				<verse number="7">او ستا په دېوالونو کښې دې سلامتيا وى، او ستا په برجونو کښې دې امن او قرارى وى.“</verse>
				<verse number="8">زما د وروڼو او دوستانو په خاطر يې غواړم، ”په تا کښې دې امن او سلامتى وى،“ زۀ به دا وايم.</verse>
				<verse number="9">او زمونږ د مالِک خُدائ او خُدائ پاک د کور په خاطر يې غواړم، او زۀ به ستا خير خواه يم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="123">
				<verse number="1">ما خپلې سترګې تا ته نيولې دى، تا ته د چا تخت چې په آسمان کښې دے.</verse>
				<verse number="2">لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى، او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بى‌بى لاس ته ګورى، نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى، تر هغې چې هغه مونږ ته خپل رحم وښائى.</verse>
				<verse number="3">په مونږ باندې رحم وکړه، اے مالِکه خُدايه، تۀ په مونږ ورحمېږه، ځکه چې مونږ د حد نه زيات سپک شو.</verse>
				<verse number="4">د کبرژنو ډيرې زياتې مسخرې مونږ تېرې کړې دى، مونږ د مغرورانو ډېر سپکاوے زغملے دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="124">
				<verse number="1">کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے، نو بنى اِسرائيل دې داسې وائى</verse>
				<verse number="2">کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے، کله چې خلقو په مونږ حمله وکړه،</verse>
				<verse number="3">کله چې هغوئ زمونږ خلاف سخت په قهر وُو، نو دوئ به مونږ ژوندى تير کړى وُو.</verse>
				<verse number="4">نو سېلاب به مونږ راګېر کړى وُو، او خوړ به مونږ جارُو کړى وُو.</verse>
				<verse number="5">او غضبناکو اوبو به مونږ لاندې کړى وُو.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى، څوک چې به مونږ د هغوئ د غاښونو شلولو ته ورنۀ کړى.</verse>
				<verse number="7">مونږ لکه د مرغۍ په شان د ښکارى د دام نه وتښتېدلو، او جال شلېدلے وو او مونږ ترې وتښتېدلو.</verse>
				<verse number="8">زمونږ مدد د مالِک خُدائ په نوم کښې دے، چې د آسمان او زمکې جوړونکے دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="125">
				<verse number="1">هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ ايمان لرى د صيون د غرۀ په شان دى، کوم چې نۀ خوځيږى او د تل دپاره قائم دے.</verse>
				<verse number="2">لکه څنګه چې غرونه د يروشلم نه راتاو دى، نو دغه شان مالِک خُدائ د خپلو خلقو نه راتاو دے يعنې د اوس نه تر ابده پورې.</verse>
				<verse number="3">د بدعملو حکومت او اقتدار به پاتې نۀ شى، په هغه زمکه کومه چې صادقانو ته ورکړے شوې ده، ځکه هسې نۀ چې صادقان هم په بد عملونو باندې اخته شى.</verse>
				<verse number="4">اے مالِکه خُدايه هغوئ سره ښۀ کوئ څوک چې ښۀ وى، هغوئ سره د چا چې زړونه صادق وى.</verse>
				<verse number="5">خو هغوئ څوک چې بدو او کږو لارو ته اوړى، مالِک خُدائ به هغه بدکاران وشړى، سلامتيا دې په بنى اِسرائيلو وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="126">
				<verse number="1">کله چې مالِک خُدائ شړلے شوى قېديان واپس صيون ته راوستل، مونږ د هغه خلقو په شان وُو چا چې خوب ليدلے وى.</verse>
				<verse number="2">زمونږ خولې د خندا نه ډکې وې، او زمونږ په ژبو چې د خوشحالۍ سندرې وې. نو بيا دا د قومونو په مينځ کښې وئيلے کېدل، چې، ”مالِک خُدائ د هغوئ دپاره لوئ کارونه کړى دى.“</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ مونږ له لوئ کارونه کړى دى، او مونږ ډېر خوشحاله شو.</verse>
				<verse number="4">مالِکه خُدايه زمونږ حالات دوباره په ځائ کړه، لکه څنګه چې نِهرونه صحراګانې تازه کوى.</verse>
				<verse number="5">څوک چې په اوښکو سره کَر وکړى، نو هغوئ به لَو په خوشحالۍ سره وکړى.</verse>
				<verse number="6">او څوک چې په ژړا سره بهر ته ځى، او تخم د کَرلو دپاره وړى، خو هغوئ به په سندرو او خوشحالۍ سره واپس راشى، کله چې ګېډۍ په لاس کښې راوړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="127">
				<verse number="1">ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى، د هغې د جوړونکى محنت بې‌کاره دے. ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى، د هغې چوکيداران بې‌کاره ولاړ وى.</verse>
				<verse number="2">خوراک پسې وختى پاڅېدل او تر ناوخته ويښ پاتې کېدل بې‌فائدې دى، خُدائ پاک چې چا سره مينه کوى کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.</verse>
				<verse number="3">د مالِک خُدائ د طرف نه زامن ميراث دے، ماشومان د هغۀ د خوا نه اجر دے.</verse>
				<verse number="4">لکه څنګه چې د جنګيالى په لاس کښې غشى وى، داسې وى لکه د چا چې په ځوانۍ کښې زامن وى.</verse>
				<verse number="5">هغه څوک به بختور وى، چې د چا چې تيلۍ د دغه شان غشو نه ډکه وى، نو دوئ به ونۀ شرمولے شى، کله چې دوئ د ښار په دروازو کښې د دشمن سره په مقابله شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="128">
				<verse number="1">بختور دى هغوئ ټول څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په لارو روان وى.</verse>
				<verse number="2">تاسو به د خپل محنت مېوه وخورئ، برکتونه او خير به ستاسو وى.</verse>
				<verse number="3">او ستا ښځه به لکه د مېوه داره انګورو بوټى په شان وى، او ستا زامن به لکه د زيتون بوټى په شان وى، ستا د دسترخوان نه به راچاپيره وى.</verse>
				<verse number="4">نو دغه شان سړے به بختور وى، څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى.</verse>
				<verse number="5">د صيون نه دې مالِک خُدائ تا له برکت درکړى، او تۀ په خپل ټول ژوند کښې د يروشلم آبادى وګورې.</verse>
				<verse number="6">او تۀ دې تر هغې پورې ژوندے پاتې شې چې د خپلو بچو بچى وګورې، په بنى اِسرائيلو دې سلامتيا وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="129">
				<verse number="1">”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے،“ بنى اِسرائيل پرېږده چې داسې ووائى.</verse>
				<verse number="2">”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے، خو هغوئ ما ته شکست نۀ دے راکړے.</verse>
				<verse number="3">زما دشمنانو زۀ دومره وهلے يم، لکه د يوه کوونکى په شان يې زما په ملا اوږدې پولې جوړې کړې دى.“</verse>
				<verse number="4">خو مالِک خُدائ صادق دے، او زۀ يې د شريرانو د رسۍ نه آزاد کړے يم.</verse>
				<verse number="5">هر څوک چې د صيون نه کرکه کوى، هغوئ به په شرم وشرميږى او شکست به وخورى.</verse>
				<verse number="6">هغوئ دې د چت د واښو په شان اوچ شى، کوم چې د غټېدو نه وړاندې اوچ شى.</verse>
				<verse number="7">د لَوګرو لاسونه دې پرې ډک نۀ شى، څوک ‎يې چې راټولوى نو د هغۀ غېږه دې پرې ډکه نۀ شى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ څوک چې پرې تېريږى دا دې نۀ وائى، چې، ”د مالِک خُدائ برکت دې په تا وى، مونږ تا ته د مالِک خُدائ په نوم برکت درکوو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="130">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، لاندې د ژورې نه تا ته ژړا کومه،</verse>
				<verse number="2">مالِکه خُدايه، زما ژړا ته غوږ شه، او په ما رحم وکړه.</verse>
				<verse number="3">اے مالِکه خُدايه، کۀ تا، د ګناهونو حساب کړے وے، اے مالِکه خُدايه، نو څوک ستا مخکښې ودرېدے شى؟</verse>
				<verse number="4">خو تا سره د معافۍ امکان شته دے، نو په دې وجه خُدايه، چې مونږ ستا په يره وپوهېږو.</verse>
				<verse number="5">زۀ د مالِک خُدائ انتظار کومه، او زما روح هم انتظار کوى، او زما اُميد د هغۀ په کلام باندې دے.</verse>
				<verse number="6">زما روح د مالِک خُدائ انتظار کوى، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى، آو، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى،</verse>
				<verse number="7">اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ اُميد ساتئ، د مالِک خُدائ مينه ابدى ده او هغۀ سره پوره خلاصون دے.</verse>
				<verse number="8">او هغه په خپله به د هغوئ د ټولو ګناهونو نه د بنى اِسرائيلو فديه ورکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="131">
				<verse number="1">زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه، زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم، او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى.</verse>
				<verse number="2">خو ما خپل روح په آرام او خاموش کړو، لکه څنګه چې د غېږې ماشوم د خپلې مور سره په آرام وى. نو دغه شان زما روح به په ما کښې په آرام وى.</verse>
				<verse number="3">اے بنى اِسرائيلو په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ د اوس نه تر ابده پورې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="132">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه داؤد ياد ساته او ټول هغه کړاونه کوم چې هغۀ وزغمل ياد ساته.</verse>
				<verse number="2">هغۀ د مالِک خُدائ سره قسم وخوړلو او د يعقوب د قادر مطلق خُدائ پاک سره يې وعده وکړه،</verse>
				<verse number="3">”او زۀ به خپل کور ته نۀ ورننوځم او نۀ به خپل کټ کښې آرام وکړم.</verse>
				<verse number="4">او نۀ به سترګې پټې کړم او نۀ به سترګې مرغۍ کېدو ته پرېږدم،</verse>
				<verse number="5">تر دې چې مالِک خُدائ له ځائ پېدا کړم، او د يعقوب قادر خُدائ له د اوسېدو ځائ پېدا کړم.“</verse>
				<verse number="6">مونږ د لوظ صندوق ذکر په اِفراته کښې واورېدلو، او مونږ هغه د يعريم په مُلک کښې وموندلو.</verse>
				<verse number="7">”راځئ چې مونږه د هغۀ د اوسېدو ځائ ته لاړ شُو، راځئ چې د هغۀ د پښو چوکۍ په وړاندې هغۀ ته سجده وکړُو.“</verse>
				<verse number="8">مالِکه خُدايه پاڅه او خپل مقدس عرش ته دې راشه، خپل د لوظ صندوق سره چې ستا د قدرت نښه ده.</verse>
				<verse number="9">ستا اِمامان دې د صداقت جامې واچوى، او ستا مقدسين دې د خوشحالۍ سندرې ووائى.</verse>
				<verse number="10">ستا د خِدمتګار داؤد په خاطر خپل غوره شوى دې مۀ رد کوه.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ د خپل خِدمتګار داؤد سره قسم وکړو يو داسې پوخ قسم چې هغه به نۀ ماتوى، ”چې زۀ به يو کس ستا د نسل نه ستا په تخت کښېنوم.</verse>
				<verse number="12">کۀ ستا زامن زما لوظ پوره وساتى او ستا هغه اصُول منى کوم چې ورته وښايم، نو بيا به د هغوئ زامن تر ابده پورې ستا په تخت ناست وى.“</verse>
				<verse number="13">ځکه چې مالِک خُدائ صيون خوښ کړے دے، هغۀ د اوسېدو دپاره دغه ځائ خوښ کړے دے،</verse>
				<verse number="14">”دا زما تر ابده پورې د آرام ځائ دے، او هلته به زۀ په تخت کښېنم د کوم چې ما خواهش کړے وو.</verse>
				<verse number="15">دا به زۀ په ډېر پېداوار باندې بختور کړم، او د هغې غريبان به زۀ په خوراک باندې ماړۀ کړم.</verse>
				<verse number="16">زۀ به د خلاصون جامې ورواغوندم د دې اِمامانو ته، د هغې مقدسين دې د خوشحالۍ سندرې ووائى.</verse>
				<verse number="17">دلته به زۀ د داؤد د فخر ښکر جوړ کړم، د خپل مقرر شوى کس دپاره به ډيوه بله کړم.</verse>
				<verse number="18">زۀ به د هغې دشمنانو ته د شرم جامې واغوندم، او د هغۀ په سر تاج به د لوئې مرتبې وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="133">
				<verse number="1">څومره ښۀ او د مزې خبره ده کله چې وروڼه په يو اتفاق سره اوسيږى.</verse>
				<verse number="2">دا د هغه قيمتى تېلو په شان چې په سر باندې لګولے شوى وى، او د هارون په ږيره بهېدلى وى، او د هغۀ د چُوغې په غاړه راروان وى.</verse>
				<verse number="3">دا لکه د حرمون د پرخې په شان چې د صيون په غر باندې راوريږى، دا ځکه چې مالِک خُدائ هلته خپلو خلقو ته برکت ورکوى. تر دې چې ابدى ژوندون ورکوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="134">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ اے د مالِک خُدائ ټولو خِدمتګارانو، څوک چې د شپې د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کوئ.</verse>
				<verse number="2">خپل لاسونه د خُدائ په مقدس ځائ کښې پورته کړئ. او د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے، تاسو ته دې صيون نه برکت درکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="135">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ، اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو تاسو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،</verse>
				<verse number="2">تاسو څوک چې د مالِک خُدائ کور کښې خِدمت کوئ، زمونږ د خُدائ پاک د کور په دربار کښې.</verse>
				<verse number="3">د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ځکه چې مالِک خُدائ ښۀ دے، د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ. ځکه چې ډېره مزه کوى.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې مالِک خُدائ يعقوب غوره کړو، د دې دپاره چې هغه د هغۀ شى، او بنى اِسرائيل چې د هغۀ خاص ملکيت شى.</verse>
				<verse number="5">زۀ پوهېږم چې مالِک خُدائ لوئ دے، زمونږ مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ هغه څۀ کوى څۀ چې هغه خوشحالوى، په ټوله زمکه او آسمانونو کښې، په سمندرونو کښې او د هغۀ په ټولو ژورو ځايونو کښې.</verse>
				<verse number="7">د زمکې د آخر سر نه هغه وريځې راپورته کوى، او هغه باران سره برېښنا رالېږى او هغه هوا د خپلو ذخيرو نه رالوځوى.</verse>
				<verse number="8">هغۀ وړومبى پېدا شوى ماشومان ووژل د مِصريانو، وړومبى پېدا شوى د سړو او د ځناورانو.</verse>
				<verse number="9">هغۀ په مِصر کښې معجزې او عجيبه کارونه وکړل، د فِرعون او د هغۀ د ټولو نوکرانو په خلاف.</verse>
				<verse number="10">هغۀ ډېرو قومونو ته شکست ورکړو او هغۀ طاقتور بادشاهان ووژل،</verse>
				<verse number="11">د اموريانو بادشاه سيحون د بسن بادشاه عوج، هغۀ د کنعان ټول بادشاهان ووژل.</verse>
				<verse number="12">او هغۀ د هغوئ مُلک په ميراث کښې ورکړو، او خپلو خلقو بنى اِسرائيلو ته يې په ميراث کښې ورکړو.</verse>
				<verse number="13">ستا نوم مالِکه خُدايه د تل دپاره ياديږى، او ستا نوم به په ټولو نسلونو کښې ياديږى.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو اِنصاف کوى، او هغه په خپلو خِدمتګارانو رحم کوى.</verse>
				<verse number="15">د قومونو بُتان چې د سرو زرو او سپينو نه جوړ شوى دى، د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.</verse>
				<verse number="16">د هغوئ خولې شته خو خبرې نۀ شى کولے، د هغوئ سترګې شته خو ليدل نۀ شى کولے،</verse>
				<verse number="17">د هغوئ غوږونه شته خو اورېدل نۀ شى کولے، او نۀ هغوئ په خولۀ ساه اخستلے شى.</verse>
				<verse number="18">څوک چې دا بُتان جوړوى دوئ به هم د دې په شان وى څوک چې پرې ايمان لرى هغوئ به هم د دې په شان وى.</verse>
				<verse number="19">اے د بنى اِسرائيل خاندانه د مالِک خُدائ ثناء ووايئ، اے د هارون خاندانه د مالِک خُدائ ثناء ووايئ،</verse>
				<verse number="20">اے د ليويانو خاندانه د مالِک خُدائ صِفت کوئ، او تاسو څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېږئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ،</verse>
				<verse number="21">د صيون نه دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى، هغۀ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="136">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے. د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="2">د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړئ، چې د معبودانو خُدائ پاک دے. د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="3">د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ چې د مالِکانو مالِک خُدائ دے. د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="4">د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چې صرف هغه لوئې معجزې کوى، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="5">او هغه چا چې آسمانونه يې په حِکمت سره پېدا کړل، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="6">او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې زمکه د اوبو دپاسه خوره کړله، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="7">او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې آسمانى رڼاګانې پېدا کړې، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="8">نمر په ورځ باندې بادشاهى کوى، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="9">سپوږمۍ او ستورى په شپه باندې حکومت کوى، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="10">د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې مِصريانو له وړومبى پېدا شوى هلاک کړل، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="11">هغۀ بنى اِسرائيل د مِصر د مينځ نه راوويستل، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="12">چا چې په هغه وخت د خپل طاقت او قدرت څرګندونه وکړه، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="13">او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې بحرِقُلزم په مينځ دوه کړو، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="14">او هغۀ بنى اِسرائيل د دې په مينځ کښې بوتلل، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="15">خو فِرعون سره د نوکرانو په بحرِقُلزم کښې غرق شو، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="16">او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې د خپلو خلقو په بيابان کښې لارښودنه وکړله، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="17">د هغۀ شُکر ګزارى کوئ چا چې لوئ بادشاهان رانسکور کړل، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="18">او هغۀ تکړه بادشاهان هلاک کړل، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="19">سيحون د اموريانو بادشاه يې مړ کړلو، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="20">عوج د بسن بادشاه يې مړ کړلو، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="21">او هغۀ د هغوئ مُلک دوئ ته په ميراث کښې ورکړو، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="22">او په ميراث کښې يې خِدمتګار بنى اِسرائيل ته ورکړو، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="23">د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا ته چې مونږ د کمزورتيا په حالت کښې ياد وُو، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="24">او مونږ يې د خپلو دشمنانو نه خلاص کړلو، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="25">او څوک چې هر يو مخلوق ته رزق ورکوى، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
				<verse number="26">د آسمانونو د خُدائ شُکر ادا کړئ، د هغۀ مينه ابدى ده.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="137">
				<verse number="1">نو مونږ د بابل د سيند په غاړه کښېناستلو او ومو ژړل، هرکله چې صيون مونږ ته به راپه ياد شو.</verse>
				<verse number="2">هلته په چنارونو کښې مونږ خپل ربابُونه راوېزاند کړى وُو،</verse>
				<verse number="3">ځکه چې هلته زمونږ قابضينو په مونږ سندرې وئيلى، او مونږ ته تکليف رسوونکو زمونږ نه د خوشحالۍ د سندرو خواهش کولو، دوئ مونږ ته وئيل چې، ”مونږ ته د صيون د سندرو نه يوه ووايئ.“</verse>
				<verse number="4">نو مونږ د مالِک خُدائ سندرې څنګه ووايو هرکله چې مونږ په پردى مُلک کښې يُو؟</verse>
				<verse number="5">کۀ چرې زۀ تا هېر کړمه يروشلم، نو زما ښى لاس نه دې خپل هُنر هېر شى.</verse>
				<verse number="6">زما ژبه دې زما تالو پورې ونښلى، کۀ چرې تۀ ما ته ياد نۀ يې، او کۀ چرې زۀ يروشلم د ټولو نه خپله لويه خوشحالى نۀ ګڼم.</verse>
				<verse number="7">اے مالِکه خُدايه، ادوميان راياد کړه، چې څۀ يې کړى وُو، په کومه ورځ چې يروشلم رانسکور شوے وو. هغوئ چغې وهلې چې، ”وران يې کړئ، او چې د بنيادونو پورې يې وران کړئ.“</verse>
				<verse number="8">اے د بابل خلقو، تباه شئ، هغه دې خوشحاله وى څوک چې تا ته بدل درکړى، کوم کارونه چې تا مونږ سره وکړل.</verse>
				<verse number="9">هغه به خوشحاله وى څوک چې ستا ماشومان ګرفتاروى، او د ګټانو سره ورله ډغرې ورکوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="138">
				<verse number="1">زۀ به د زړۀ د اخلاصه، ستا ثناء صِفت وکړم، اے مالِکه خُدايه، او د نورو معبودانو په وړاندې به زۀ ستا د شُکر ګزارۍ سندرې ووايم.</verse>
				<verse number="2">زۀ به ستا مقدس کور طرف ته سجده وکړم، او زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت ادا کړم، ځکه چې تۀ ډېر مينه ناک او وفادار يې، او تا په ټولو څيزونو باندې خپل نوم او کلام اوچت کړو.</verse>
				<verse number="3">ما چې کله هم تا ته سوال زارى کړې ده، تا قبوله کړې ده، تا زۀ په طاقت ورکولو تکړه او زړَور کړم.</verse>
				<verse number="4">اے مالِکه خُدايه، د دُنيا ټول بادشاهان دې ستا ثناء صِفت وکړى، چې کله دوئ ستا د خولې کلام واورى.</verse>
				<verse number="5">دوئ دې د مالِک خُدائ د طريقو ثناء صِفت وکړى، ځکه چې د مالِک خُدائ جلال لوئ دے.</verse>
				<verse number="6">کۀ څۀ هم چې مالِک خُدائ ډېر اوچت دے، خو بيا هم د ښکته خلقو خيال ساتى، خو هغه کبرژن د ډېر لرې نه پېژنى.</verse>
				<verse number="7">زۀ کۀ څۀ هم د مصيبتونو په مينځ کښې ګرځم، تۀ زما ژوندون بچ کوې. تۀ خپل لاس زما د دشمنانو د غصې په خلاف راوږدوې، د خپل ښى لاس سره دې ما بچ کوې.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ به زما دپاره خپل مقصد پوره کړى، ستا مينه، اے مالِکه خُدايه، د تل دپاره پاتې کيږى، د خپلو لاسونو کارونه مۀ پرېږده.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="139">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، تا زۀ معلوم کړے يم او تۀ ما پېژنې.</verse>
				<verse number="2">تا ته زما د ناستې پاستې پته ده، او زۀ کۀ لرې هم يم تۀ زما په سوچونو پوهېږې.</verse>
				<verse number="3">زۀ کۀ ګرځم او کۀ ملاست يم، نو تا ته زما د ټولو کارونو پته ده.</verse>
				<verse number="4">خبره لا زما د خولې نه وتلې نۀ وى، چې تۀ په هغې پوره خبر يې، اے مالِکه خُدايه.</verse>
				<verse number="5">زما نه مخکښې او وروستو تۀ يې، او تا د خپل برکت لاس په ما اېښے دے.</verse>
				<verse number="6">دغه شان پوهه زما دپاره ډېره حېرانونکې ده، او دا خبره زما د عقل نه لويه ده.</verse>
				<verse number="7">زۀ به ستا د روح نه چرته لاړ شم؟ ستا د حضور نه به چرته وتښتم؟</verse>
				<verse number="8">کۀ چرې زۀ آسمان ته هم وخېژم، تۀ هلته يې، کۀ چرې زۀ په قبر کښې هم څملم، ته هلته يې.</verse>
				<verse number="9">کۀ چرې زۀ د سبا په وزرو سور شم، کۀ چرې زۀ د سمندر په لرې غاړه اوسېږم،</verse>
				<verse number="10">هلته به ستا لاس زما لارښودنه وکړى، او ستا قدرت به ما په تېزۍ سره راونيسى.</verse>
				<verse number="11">کۀ چرې زۀ دا ووايم چې، ”تيارۀ به ضرور ما ستا نه پټ کړى، او زما نه ګېرچاپېره رڼا به په شپه بدله شى.“</verse>
				<verse number="12">خو تيارۀ به ستا دپاره تيارۀ نۀ وى، شپه به لکه د ورځ په شان ځليږى. ځکه چې تيارۀ به ستا دپاره د رڼا په شان وى.</verse>
				<verse number="13">ځکه چې تا زما دننه هر څۀ پېدا کړل، او زۀ تا د مور په ګېډه کښې يو ځائ کړم.</verse>
				<verse number="14">زۀ ستا ثناء صِفت کومه ځکه چې زما د بدن جوړښت عجيبه او ويرونکے دے، ستا کارونه عجيبه دى او زۀ په دې ښۀ پوهېږم.</verse>
				<verse number="15">زما د بدن ډانچه ستا نه پټه نۀ وه کله چې زۀ په پټ ځائ کښې جوړېدلم، او کله چې زۀ د زمکې په ژوره کښې جوړېدلم.</verse>
				<verse number="16">ستا سترګو زما نامکمله بدن وليدلو. او تا د شروع نه هغه ټولې ورځې چې زما د ژوند دپاره مقرر کړې وې هغه دې په خپل کِتاب کښې وليکلې.</verse>
				<verse number="17">ستا خيالونه ما ته څومره قيمتى دى، پاکه خُدايه، او دا څومره بې‌حسابه دى.</verse>
				<verse number="18">کۀ چرې هغه وشمارم، نو د شګو نه ډېر دى. او زۀ چې کله راويښ شم، نو بيا هم تا سره يم.</verse>
				<verse number="19">کاش چې تۀ بدکاران هلاکوې، اے پاکه خُدايه، او وينو ته تږى ناست زما نه لرې کړې.</verse>
				<verse number="20">دوئ تا پسې قصداً بدې خبرې کوى، او مخالفين دې نوم بې‌فائدې اخلى.</verse>
				<verse number="21">مالِکه خُدايه، ولې زۀ د هغوئ نه نفرت ونۀ کړم څوک چې ستا نه نفرت کوى؟ او د هغوئ نه کرکه ونۀ کړم څوک چې ستا مخالفت کوى؟</verse>
				<verse number="22">زۀ بلکل د هغوئ نه نفرت کوم څوک چې ستا نه نفرت کوى، او هغوئ خپل دشمنان ګڼم.</verse>
				<verse number="23">پاکه خُدايه، ما ولټوه، او زما زړۀ وپېژنه، او تۀ زما امتحان واخله او زما د پرېشانۍ په خيالونو ځان پوهه کړه.</verse>
				<verse number="24">ما ته وګوره کۀ چرې کومه غلطه طريقه په ما کښې وى، ما د تل ژوندون لارو ته رهنمائى کړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="140">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، د بدکارانو نه ما بچ کړه، او د ظالمانو انسانانو نه ما وساته،</verse>
				<verse number="2">او څوک چې د شرارت منصوبې په خپلو زړونو کښې جوړوى او هره ورځ جنګ توده‌وى.</verse>
				<verse number="3">دوئ خپلې ژبې لکه د ښامار په شان تېروى، او د چمچمار زهر يې په شونډو پراتۀ وى.</verse>
				<verse number="4">اے مالِکه خُدايه، ما د بدکارانو د لاس نه محفوظ کړه، او ما د ظالمانو نه بچ کړه، څوک چې زما د پښو ګېرولو دپاره منصوبې جوړوى.</verse>
				<verse number="5">کبرژنو سړو ما ته پټ دامونه اېښى دى، او دوئ خپل جالونه خوارۀ کړى دى. او زما په لارو کښې يې دامونه اېښى دى.</verse>
				<verse number="6">ما مالِک خُدائ ته ووئيل، تۀ زما خُدائ پاک يې. اے مالِکه خُدايه، د رحم دپاره زما سوال زارى واوره.</verse>
				<verse number="7">اے قادره مالِکه خُدايه، زما قوى خلاصونکيه، څوک چې د جنګ په ورځ زما سر پټوى.</verse>
				<verse number="8">د بدکارانو ارمانونه تۀ مۀ پوره کوه، اے مالِکه خُدايه، او د دوئ منصوبې کاميابېدو ته مۀ پرېږده، هسې نه چې دوئ مغروره شى.</verse>
				<verse number="9">او څوک چې ما نه راتاو دى د هغوئ سرونه دې په مصيبت کښې راګېر شى، او په هغه مصيبت کښې چې کوم د هغوئ شونډو جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="10">بلې شوې سکروټې دې په هغوئ راپرېوځى، او هغوئ دې په اور کښې وغورزولے شى، او هغوئ دې چکړو دلدل ته وغورزيږى چې بيا ترې راوتلے نۀ شى.</verse>
				<verse number="11">غېبت کوونکى دې په دې مُلک کښې کامياب نۀ شى، او په ظالمانو دې ناګهانه افت راشى.</verse>
				<verse number="12">زۀ په دې پوهېږمه چې مالِک خُدائ به غريبانانو له اِنصاف ورکړى، او هغه د حاجتمندو مقدمه په خپل لاس کښې اخلى.</verse>
				<verse number="13">او بې‌شکه چې نېکان به ستا د نوم ثناء صِفت وکړى، او صادقان به ستا په حضور کښې ژوند وکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="141">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال زارى کومه ما له زر راشه، زما آواز اوره کله چې زۀ درته سوال کوم.</verse>
				<verse number="2">زما دُعا دې ستا په حضور کښې د خوشبو په شان شى، او زما د لاسونو اوچتول دې تا ته لکه د ماښام د قربانۍ په شان قبول شى.</verse>
				<verse number="3">اے مالِکه خُدايه، زما خولۀ قابو کړه، او زما په شونډو نظر وساته.</verse>
				<verse number="4">زما زړۀ دې په بدو لارو لاړ نۀ شى، او نۀ دې د بدکارو په کارونو کښې حِصه واخلى. او نۀ دې خطاکارو سره مل شى، ما د هغه خلقو د خوندور خوراکونو د خوړلو نه وساته.</verse>
				<verse number="5">کۀ نېک سړے ما وډبوى دا به مهربانى وى، او د هغۀ رټل به زما دپاره په سر باندې د تېلو په شان وى، او زما سر به د دې تېلو نه اِنکار نۀ کوى، خو زما دُعا به تل د بدعملو د کارونو په خلاف وى.</verse>
				<verse number="6">کله چې د دوئ بادشاهان د کمرونو نه راوغورزيږى، نو بدعمله به دا زده کړى چې زما وېنا خوږه وه.</verse>
				<verse number="7">لکه څنګه چې د زمکې په قلبې سره کاڼى برسيره شى، نو دغه شان به زمونږ هډُوکى د قبر په خولۀ کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى.</verse>
				<verse number="8">خو زما سترګې ستا په طرف دى، اے قادر مطلق خُدايه، او ستا نه پناه غواړم ما مرګ ته مۀ حواله کوه.</verse>
				<verse number="9">ما د هغه لټ نه وساته کوم چې دوئ زما دپاره اېښے دے، ما د هغه دامونو نه وساته چې بدعملو زما دپاره خوارۀ کړى دى.</verse>
				<verse number="10">بدعمله دې په خپلو دامونو کښې راګېر شى، چې داسې زۀ ترې بچ شمه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="142">
				<verse number="1">زۀ په زوره مالِک خُدائ ته ‎ژړا کوم، او ما د رحم دپاره مالِک خُدائ ته آواز وکړو.</verse>
				<verse number="2">زۀ خپل فريادونه د هغۀ په وړاندې کوم، د هغۀ په وړاندې زۀ خپل مصيبت بيانوم.</verse>
				<verse number="3">کله چې زما روح په ما کښې کمزورے شى، نو دا تۀ يې چې زما په لارو پوهېږې. په کومو لارو چې زۀ روان يم نو په هغه لارو کښې يې ما دپاره دام پټ لګولے دے.</verse>
				<verse number="4">وګوره زما ښې طرف ته وګوره هيڅوک زما پرواه نۀ کوى، زما پناه ګاه نشته هيڅوک زما د ژوند پرواه نۀ کوى.</verse>
				<verse number="5">زۀ تا ته ژړا کوم، اے مالِکه خُدايه، زۀ دا وايم چې، ”تۀ زما پناه ګاه يې، او تۀ د ژوندون په دُنيا کښې زما برخه يې.“</verse>
				<verse number="6">زما ژړا تۀ واوره، ځکه چې زۀ ډېر سخت محتاجه يم. څوک چې ما ګېرول غواړى د هغوئ نه ما بچ کړه، ځکه چې دوئ زما نه ډېر زورَور دى.</verse>
				<verse number="7">تۀ ما د قېد نه خلاص کړه، چې ستا د نوم ثناء صِفت وکړم. نو بيا به صادقان رايوځائ شى زما په حقله، ځکه ستا د مهربانۍ په وجه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="143">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، زما دُعا واوره، زما ژړا ته د رحم دپاره غوږ ونيسه، په خپله وفادارۍ او صداقت سره دې زما مدد دپاره راشه.</verse>
				<verse number="2">او خپل خِدمتګار دې د عدالت دپاره مۀ راوله، ځکه چې ستا په وړاندې څوک هم بې‌ګناه نۀ دى.</verse>
				<verse number="3">دشمن راپسې لګېدلے دے ما په زمکه ښکته غورزوى، هغۀ زۀ په زور په تورو تيارو کښې اوسولم لکه د هغه خلقو چې ډېر مخکښې مړۀ شوى دى.</verse>
				<verse number="4">نو ځکه روح مې په بدن کښې کمزورے کيږى، نو دغه شان د يرې نه زما زړۀ په ما کښې ودريږى.</verse>
				<verse number="5">کله چې زۀ پخوانى وختونه رايادوم، نو زۀ ستا په کارونو سوچ کوم، کوم کارونه چې ستا لاسونو کړى دى په هغوئ فکر کوم.</verse>
				<verse number="6">زۀ تا ته د دُعا دپاره لاسونه پورته کوم، زما ځان لکه د للمې زمکې ستا تږے دے.</verse>
				<verse number="7">اے مالِکه خُدايه، ما ته زر جواب راکړه، زۀ نااُميده شوے يم. ما نه خپل مخ مۀ اړوه، نو ګنې زۀ به د هغوئ په شان شم څوک چې ښکته قبر ته روان وى.</verse>
				<verse number="8">سحر دې ستا د تل عُمرى مينې کلام راوړى، ځکه چې زۀ په تا باندې يقين لرم. ما ته هغه لار راوښايه چې زۀ پرې لاړ شم، ځکه چې تا ته ما خپل ځان په دُعا کښې پورته کړے دے.</verse>
				<verse number="9">ما د خپلو دشمنانو نه خلاص کړه، اے مالِکه خُدايه، ځکه چې زۀ د پناه دپاره تا ته را زغلم.</verse>
				<verse number="10">ستا د رضا پوره کولو ما ته تعليم راکړه، ځکه چې تۀ زما خُدائ پاک يې. ستا نېک روح دې په هوار مېدان کښې زما رهنمائى وکړى.</verse>
				<verse number="11">د خپل نوم په خاطر دې، مالِک خُدايه، زما ژوند بچ کړه. په خپل صداقت دې ما تکليفونو نه راوباسه.</verse>
				<verse number="12">تۀ ما سره د خپلې نۀ ختمېدونکې مينې په وجه زما دشمنان خاموشه کړه، زما ټول دشمنان تباه کړه، ځکه چې زۀ ستا خِدمتګار يم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="144">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې زما ګټ دے، څوک چې زما لاسونه د جنګ دپاره تياروى، او زما ګوتې د جنګ دپاره تياروى.</verse>
				<verse number="2">هغه زما مينه ناک خُدائ پاک او د حِفاظت قلعه ده، هغه زما پناه ګاه او زما خلاصونکے دے، هغه زما ډال دے په چا کښې چې زۀ پناه اخلم، څوک چې خلق زما د اختيار لاندې راولى.</verse>
				<verse number="3">اے مالِکه خُدايه، انسان څۀ دے چې تۀ يې خيال ساتې، د انسان زوئ څۀ دے چې تۀ يې فکر کوې؟</verse>
				<verse number="4">انسان دے لکه د هوا په شان، د هغۀ عمر تېريږى لکه سورى په شان.</verse>
				<verse number="5">خپل آسمانونه وشلوه اے مالِکه خُدايه او لاندې راکوز شه، غرونو ته صرف لاس وروړه نو دوئ به لوګے شى.</verse>
				<verse number="6">برېښنا ګانې راولېږه او دشمنان خوارۀ کړه، او خپل غشى پرې راووروه او هغوئ تس نس کړه.</verse>
				<verse number="7">د بره نه خپل لاس راوغزوه، ما ته تحفُظ او خلاصون راکړه، د زورَورو اوبو او د غېرو لاسونو نه،</verse>
				<verse number="8">د چا خولۀ چې د دروغو نه ډکه ده، د چا لاسونه چې دوکه باز دى.</verse>
				<verse number="9">زۀ به تا ته نوے حمد ووايم، اے پاکه خُدايه، په لس تاريزه سريندې به زۀ تا ته سُر ساز وغږوم،</verse>
				<verse number="10">هغه چا ته څوک چې بادشاهانو له فتح ورکوى، څوک چې خپل خِدمتګار داؤد ته د وژونکې تُورې نه خلاصون ورکوى.</verse>
				<verse number="11">ما ته تحفُظ او ما ته خلاصون راکړه، او د غېرو د لاسونو نه خلاصون راکړه، د چا خولۀ چې د دروغو نه ډکه ده، او د چا لاسونه چې دوکه باز دى.</verse>
				<verse number="12">نو بيا به زمونږ زامن په ځوانۍ کښې لکه د سيرابه تکو شنو بوټو په شان وى، او زمونږ لوڼه به لکه د محل د زينت د ستنو په شان وى.</verse>
				<verse number="13">زمونږ ګودامونه به د هر قسمه غلې نه ډک وى، زمونږ ګډې به زرګونو ته ورسيږى، په زرګونو به زمونږ په پټو کښې وى،</verse>
				<verse number="14">زمونږ غوَيان به درانۀ بارونه وړى، نو زمونږ د ښار دېوالونه به کنډر نۀ شى، هيڅ څوک به قېدى بوتلے نۀ شى، او زمونږ په کوڅو کښې به د نااُميدۍ ژړا نۀ وى.</verse>
				<verse number="15">بختور دى هغه خلق د چا په حقله چې دا رښتيا وى، بختور دى هغه خلق د چا چې خُدائ پاک، مالِک خُدائ وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="145">
				<verse number="1">اے زما پاکه خُدايه، بادشاه، زۀ به ستا لوئى بيانوم، او زۀ به د تل دپاره ستا د نوم ثناء صِفت کوم.</verse>
				<verse number="2">زۀ به هره ورځ ستا ثناء صِفت وکړم، زۀ به د تل دپاره ستا د نوم لوئى بيان کړم.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ لوئ دے او د ډېر ثناء صِفت قابل دے، د هغۀ لوئى هيڅوک هم معلومولے نۀ شى.</verse>
				<verse number="4">يو نسل به بل نسل ته ستا د کارونو ستائينه کوى، او دوئ به ستا د لويئ کارونه بيانوى.</verse>
				<verse number="5">هغوئ به ستا د جلالى شان او شوکت او د لويئ خبرې کوى، زۀ به ستا په عجيبه کارونو فکر وکړم.</verse>
				<verse number="6">هغوئ به ستا د هيبتناکه کارونو په حقله خبرې وکړى، او زۀ به ستا د لويو کارنامو بيان وکړمه.</verse>
				<verse number="7">هغوئ به ستا د بې‌اندازې ښۀ‌والى جشن کوى، او په خوشحالۍ سره به ستا د صداقت سندرې غږوى.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ رحيم او مهربان دے، زر نۀ په غصه کيږى او ډېره مينه کوى.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ د هر چا سره ښۀ دے، او هر څۀ چې هغۀ پېدا کړى دى په هغه ټولو مهربانه دے.</verse>
				<verse number="10">اے مالِکه خُدايه، ستا مخلوق دې ستا شُکر وکړى، ستا مقدسين دې ستا ثناء صِفت وکړى.</verse>
				<verse number="11">دوئ به ستا د بادشاهت د جلال خبرې وکړى، او دوئ به ستا د قدرت خبرې وکړى،</verse>
				<verse number="12">نو چې ستا په طاقتمند کارونو ټول خلق پوهه شى، او ستا د بادشاهت د جلالى شان او شوکت نه خبر شى.</verse>
				<verse number="13">ستا بادشاهى د تل بادشاهى ده، ستا حکومت په ټولو نسلونو کښې پاتې کېدونکے دے. مالِک خُدائ په خپلو ټولو وعدو وفادار دے، او هغه په خپلو ټولو پېدا کوونکو مِهربانه دے.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ هغوئ ټول اوچتوى څوک چې را‎پرېوځى، او هغه ټول راکونټى شوى راوچته وى.</verse>
				<verse number="15">او د ټولو سترګې تا ته دى، او تۀ ټولو ته په صحيح وخت کښې خوراک ورکوې.</verse>
				<verse number="16">مالِکه خُدايه چې خپل لاس پرانيزې، په خپله د هر يو ژوندى څيز لوږه تنده ختموې.</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ په خپلو ټولو کارونو کښې صادق دے، او هغه په خپلو ټولو پېدا کوونکو مِهربانه دے.</verse>
				<verse number="18">مالِک خُدائ هغه ټولو ته نزدې دے څوک چې ورته آواز کوى، هغوئ ټولو ته نزدې دے څوک چې په رښتيا ورته آواز کوى.</verse>
				<verse number="19">څوک چې د هغۀ نه يريږى د هغوئ ټولو ارمانونه پوره کوى، او هغه د دوئ ژړا اورى او خلاصون ورکوى.</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ د هغوئ خيال ساتى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى، خو هغه به ټول شريران تباه کړى.</verse>
				<verse number="21">زما خولۀ به د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، او ټول مخلوق به د هغۀ د مقدس نوم د تل دپاره ثناه صِفت کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="146">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه، اے زما ځانه.</verse>
				<verse number="2">زۀ به په خپل ټول ژوند کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، او ترڅو چې زۀ ژوندے يم د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوم.</verse>
				<verse number="3">او په شهزادګانو توکل مۀ کوئ، په فانى انسان توکل مۀ کوئ څوک چې خلاصون نۀ شى ورکولے.</verse>
				<verse number="4">کله چې ترې روح وځى نو خاورو سره خاورې شى، او په هم هغه ورځ يې ټولې منصوبې خرابې شى.</verse>
				<verse number="5">بختور دى هغوئ د چا مدد چې د يعقوب خُدائ پاک وى، او د چا اُميد چې په مالِک خُدائ يعنې په خپل خُدائ پاک وى.</verse>
				<verse number="6">ځکه چې هغۀ آسمانونه او زمکه، سمندر او څۀ چې په کښې دى پېدا کړى دى او هغه تل وفادار دے.</verse>
				<verse number="7">هغه په خپله د مظلومانو مقدمه چلوى، او اوږى ته خوراک ورکوى. مالِک خُدائ قېديان آزادوى.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ ړندو ته نظر ورکوى. او هغه ټول راکونټى شوى راوچته وى، مالِک خُدائ د صادقانو سره مينه کوى.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ د مسافرو خيال ساتى، او يتيمانو او کونډو ته خوراک ورکوى، خو هغه د بدعملو منصوبې او طريقې خرابوى.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ د تل دپاره بادشاهت کوى، د ټولو نسلونو دپاره اے صيونه. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="147">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ. دا څومره ښه ده چې مونږ د خپل خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو، او څومره د خوښې خبره ده چې مونږ د هغۀ ثناء وکړُو.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ يروشلم بيا آبادوى، هغه د بنى اِسرائيلو شړلى خلق راغونډوى.</verse>
				<verse number="3">هغه مات زړونه روغوى، او د هغوئ په زخمونو پټئ لګوى.</verse>
				<verse number="4">هغۀ ته د ټولو ستورو د شمېر پته ده، او هر يو ستورى ته په نامه آواز کوى.</verse>
				<verse number="5">زمونږ مالِک خُدائ لوئ او په طاقت کښې زورَور دے، او د هغۀ د پوهې څۀ حد نشته دے.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ د عاجزانو ساتنه کوى، خو شريران زمکې ته راغورزوى.</verse>
				<verse number="7">په شُکر ګزارۍ سره د مالِک خُدائ حمد و ثناء ووايئ، او زمونږ خُدائ پاک ته په رباب سره ساز وغږوئ.</verse>
				<verse number="8">هغه آسمان په وريځو کښې پټوى، او هغه په زمکه بارانونه راوروى، او په غرونو او غونډو واښۀ راشنۀ کوى.</verse>
				<verse number="9">هغه ځناورو ته خوراک ورکوى، او کارغانو بچو ته کله چې وچغيږى خوراک ورکوى.</verse>
				<verse number="10">د هغۀ خوشحالى د آس په طاقت کښې نۀ ده، او نۀ د هغۀ خوشحالى د انسان په طاقت کښې ده.</verse>
				<verse number="11">او مالِک د هغوئ نه خوشحاله وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په نۀ ختمېدونکې مينه باندې اُميد ساتى.</verse>
				<verse number="12">د مالِک خُدائ لوئى بيان کړه، اے يروشلمه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړه، اے صيونه.</verse>
				<verse number="13">او هغه ستا د دروازو اړمونه او دُرشلى مضبوطوى، او په تا کښې اوسېدونکو ته برکت ورکوى.</verse>
				<verse number="14">هغه ستا سرحدونه په سلامتۍ کښې ساتى، او د ټولو نه په ښو غنمو باندې دې معموروى.</verse>
				<verse number="15">هغه چې خپل احکام زمکې ته ورولېږى، نو د هغۀ حُکم په منډه خوريږى.</verse>
				<verse number="16">هغه واوره لکه د وړۍ خوروى، او واوره لکه د ايرو په شان زغلوى.</verse>
				<verse number="17">هغه د کاڼو په شان ږلۍ ورَوى د هغۀ د واورې طوفان ته څوک ټينګېدے شى؟</verse>
				<verse number="18">هغه خپل کلام رالېږى او واوره پرې ويلى کيږى، هغه خپلې هواګانې رالېږى او اوبۀ ترې راروانې شى.</verse>
				<verse number="19">هغۀ خپل کلام يعقوب ته ورښکاره کړو، او خپل شريعت او قانون يې بنى اِسرائيلو ته ښکاره کړو.</verse>
				<verse number="20">هغۀ داسې د بل قوم دپاره کړى نۀ دى، هغوئ د دۀ په شريعت نۀ پوهيږى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="148">
				<verse number="1">د آسمانونو نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ثناء صِفت په اوچتو آسمانونو کښې وکړئ.</verse>
				<verse number="2">د هغۀ ټولو فرښتو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، ټولو آسمانى مخلوقاتو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.</verse>
				<verse number="3">اے نمر او سپوږمۍ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، ټولو ځلېدونکو ستورو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.</verse>
				<verse number="4">اوچتو آسمانونو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، په آسمان کښې بره اوبو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.</verse>
				<verse number="5">هغوئ ټول دې د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړى، ځکه چې د هغۀ په حُکم دوئ پېدا شوى دى.</verse>
				<verse number="6">او هغوئ يې د تل دپاره په خپل ځايونو مقرر کړې دى، او هغۀ ورته قانون مقرر کړو چې هيڅکله نۀ ختميږى.</verse>
				<verse number="7">د زمکې نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، اے د لويو سمندرونو مخلوقه او د ټولو سمندرونو لاندې بېخ کښې چې اوسېږئ.</verse>
				<verse number="8">برېښنا او ږلۍ، واورو او وريځو، طوفانى بادونو چې تاسو د هغۀ حُکم منئ.</verse>
				<verse number="9">تاسو غرونو او ټولو غونډو، مېوه دارو ونو او ټولو ديارونو.</verse>
				<verse number="10">ځنګلى ځناورو او ټولو څاروو، ښوئېدونکې مخلوقه، او د هوا مارغانو،</verse>
				<verse number="11">د زمکې بادشاهانو او ټولو قومونو، تاسو ټولو شهزادګانو او د دُنيا بادشاهانو،</verse>
				<verse number="12">اے ټولو ځوانانو او پېغلو، بوډاګانو او ماشومانو.</verse>
				<verse number="13">ټول دې د مالِک خُدائ د نوم لوئى بيانوى، ځکه چې صرف د هغۀ نوم لوئ دے، او د هغۀ شان او شوکت په زمکې آسمانونو باندې دے.</verse>
				<verse number="14">هغۀ خپل قوم دپاره د فخر ښکر پورته کړے دے، ترڅو د هغۀ ټول نېک او مقدس خلق د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى، يعنې بنى اِسرائيل چې هغۀ ته نزدې دى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="149">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ. مالِک خُدائ ته يو نوے سرود ووايئ، د هغۀ ثناء صِفت د هغۀ د مؤمنانو په ډله کښې بيان کړئ.</verse>
				<verse number="2">بنى اِسرائيل دې د خپل خالق سره خوشحالى وکړى، د صيون خلق دې د خپل بادشاه سره خوشحاله وى.</verse>
				<verse number="3">هغوئ دې د هغۀ د نوم ثناء صِفت په ګډا کښې بيان کړى، او هغۀ ته دې په تمبل او رباب سره موسيقى وغږوى.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره خوشحاليږى، او هغه عاجزانو ته د خلاصون تاج ورپه سروى.</verse>
				<verse number="5">مقدسين دې د هغۀ په عزت ورکولو سره خوشحاله شى، او په خپلو بسترو کښې دې د خوشحالۍ سندرې وائى.</verse>
				<verse number="6">د خُدائ پاک ثناء صِفت دې د هغوئ په خُلو وى او دوه مخيزه تُوره دې د هغوئ په لاسونو کښې وى،</verse>
				<verse number="7">ترڅو په زور سره د قومونو نه بدل واخلى، او چې د هغوئ خلقو ته سزا ورکړى،</verse>
				<verse number="8">چې د هغوئ بادشاهان په هتکړُو کښې وتړى او د هغوئ مشران دې په بيړو کښې وتړى،</verse>
				<verse number="9">او چې څنګه فېصله د هغوئ په خلاف ليکلے شوې ده هغه شان وشى. دا د هغۀ ټولو مقدسينو ته جلال دے. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="150">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ ثناء ووايئ. د هغۀ په مقدس ځائ کښې د هغۀ ثناء ووايئ، د هغۀ په زورَور آسمان کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.</verse>
				<verse number="2">د هغۀ د لويو کارونو په وجه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ د بې‌حده لويوالى په اندازه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.</verse>
				<verse number="3">او د بيګل د آواز سره د هغۀ ثناء خوان شئ، د رباب او بينجو د ساز سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.</verse>
				<verse number="4">د تمبل او ګډا سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، په شپيلۍ او د رباب تارونو سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.</verse>
				<verse number="5">د چمټو او تاليو سره د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ثناء صِفت د تاليو په شرنګار کښې وکړئ.</verse>
				<verse number="6">هر يو ساه لرونکے دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړى، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="20">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د داؤد د زوئ د سليمان متلونه چې د بنى اِسرائيلو بادشاه وو.</verse>
				<verse number="2">د دوئ مقصد دا دے چې خلقو ته د حِکمت او تربيت په حقله تعليم ورکړى او چې هغوئ په عقلمندو خبرو پوهه شى.</verse>
				<verse number="3">دا به تاسو ته تعليم درکړى چې څنګه به خپل ژوند په صداقت، عدل او اِنصاف سره تېروئ.</verse>
				<verse number="4">دا متلونه ساده خلق هوښياروى او ځوانانو له عقل او تميز ورکوى.</verse>
				<verse number="5">دا متلونه د هوښيارانو پوهه نوره هم زياتوى او د عالِم رهنمائى کوى،</verse>
				<verse number="6">نو هغوئ به په متلونو او مِثالونو او د هوښيارانو په خبرو او د هغوئ په معماګانو دواړو به پوهه شى.</verse>
				<verse number="7">د مالِک خُدائ يره د عِلم شروع ده، خو کم عقل خلق د حِکمت او تربيت سپکاوے کوى.</verse>
				<verse number="8">زما زويه، د خپل پلار لارښودنو ته غوږ شه او د خپلې مور تعليم دې مۀ هېروه.</verse>
				<verse number="9">د هغوئ نصيحتونه به ستا د سر دپاره ښائسته سهره او ستا د غاړې دپاره د عزت هار وى.</verse>
				<verse number="10">زما زويه، کله چې ګناهګاران ستا د بې‌لارې کولو کوشش کوى، نو د هغوئ نه ځان ساته.</verse>
				<verse number="11">کۀ چرې هغوئ ووائى، ”راځه، چې يو ځائ شُو او د پټ ځائ نه ګزار وکړُو او قتل وکړُو. راځه چې په يو بې‌ګناه کس باندې هسې د خوند دپاره غلې حمله وکړُو.</verse>
				<verse number="12">راځه چې د قبر په شان هغوئ ژوندى تېر کړُو، د هغوئ په شان لکه څوک چې د مرګ کندې ته کوزيږى.</verse>
				<verse number="13">مونږ به هر قِسمه قيمتى څيزونه حاصل کړُو او د لوټ د مال نه به خپل کورونه ډک کړُو.</verse>
				<verse number="14">راځه مونږ سره ملګرے شه او مونږ چې څۀ لوټ کړُو نو په هغې کښې به تا له هم برخه درکړُو.“</verse>
				<verse number="15">زما زويه، د داسې خلقو سره مۀ ځه، او د هغوئ په نقش قدم مۀ ځه.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې هغوئ د بدکارۍ طرف ته په منډه روان وى، او د وينې تويولو په اړخ تېزۍ سره روان وى.</verse>
				<verse number="17">د يو مارغۀ د سترګو د وړاندې جال خورول څومره بې‌فائدې دى.</verse>
				<verse number="18">خو دغه شان خلق د خپل ځان دپاره دام خوروى، داسې دام چې هغوئ به په خپله په کښې تباه شى.</verse>
				<verse number="19">هم دغه به وى اَنجام د هغه کسانو څوک چې د ناجائزه ‎پېسو ګټلو لالچى وى نو په دې وجه به د خپل ژوند نه لاس ووينځى.</verse>
				<verse number="20">حِکمت په لارو کوڅو کښې په تېزه چغې وهى، او په چوکونو کښې په اوچت آواز نعرې وهى.</verse>
				<verse number="21">د بازار په ګڼه کښې هغه چغې وهى، او د ښار په دروازو کښې چرته چې خلق راغونډيږى هلته تقرير کوى،</verse>
				<verse number="22">”جاهله خلقو، تاسو به تر کومې پورې ساده ګان يئ؟ ترڅو پورې به تاسو مسخره کوونکى په خپلو مسخرو کښې خوشحاله يئ؟ ترڅو پورې به تاسو بې‌وقوفان عِلم نه نفرت کوئ؟</verse>
				<verse number="23">راشئ او زما سختې خبرې واورئ. زۀ به خپل زړۀ نه تاسو خبر کړم او تاسو به هوښيار کړم.</verse>
				<verse number="24">ما تاسو ته څو ځله آوازونه وکړل خو تاسو رانۀ غلئ. زۀ تاسو له درغلم خو تاسو ما ته توجو رانۀ کړه،</verse>
				<verse number="25">تاسو زما ټول نصيحتونه نظر انداز کړل او زما اصلاح کول مو رد کړل،</verse>
				<verse number="26">خو چې کله تاسو په تکليف کښې پرېوځئ نو زۀ به په تاسو پورې ملنډې کوم، او زۀ به تاسو پورې خندا کوم کله چې تاسو بدبختى راګېر کړى،</verse>
				<verse number="27">کله چې بدبختى لکه د طوفان درباندې راشى، او چې مصيبت لکه د سيلۍ په شان درباندې راشى او چې مصيبت او سختى په تاسو باندې غالبه شى،</verse>
				<verse number="28">نو بيا چې کله دوئ ما ته چغې وهى، خو زۀ به دوئ له جواب نۀ ورکوم. دوئ به ما هر چرته د زړۀ نه ولټوى، خو دوئ به ما پېدا نۀ کړى.</verse>
				<verse number="29">ځکه چې دوئ د پوهې نه نفرت کولو او دوئ د مالِک خُدائ نه نۀ يرېدل خوښ کړل،</verse>
				<verse number="30">دوئ زما نصيحت رد کړو، کله چې مې اصلاح کوله نو دوئ ما ته هيڅ توجو رانۀ کړه.</verse>
				<verse number="31">نو په دې وجه دوئ به د خپل چال چلن ترخه مېوه وخورى او په خپلو منصوبو به ماړۀ شى.</verse>
				<verse number="32">د ساده خلقو سرکشى به دوئ مړۀ کړى، کم عقلان د خپل قناعت په وجه تباه کيږى.</verse>
				<verse number="33">خو هر څوک چې ما ته غوږ نيسى نو هغه به په امن کښې اوسيږى، او د نقصان څۀ يره به پرې نۀ وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">زما زويه، کۀ تۀ زما خبرې ومنې او زما حُکمونه په زړۀ کښې محفوظ کړې،</verse>
				<verse number="2">او د عقل خبرو ته غوږ ونيسې او خپل زړۀ د هوښيارتيا طرف ته مائل کړې،</verse>
				<verse number="3">نو بيا د پوهې طلب کوه او د حِکمت دپاره په تېزه نعرې ووهه.</verse>
				<verse number="4">تۀ د دوئ داسې تلاش وکړه لکه د سپينو زرو چې کوې او يا يې داسې لټون وکړه لکه چې د پټې خزانې کوې.</verse>
				<verse number="5">نو بيا به تۀ د مالِک خُدائ په يره باندې پوهه شې او د خُدائ پاک عِلم به حاصل کړې.</verse>
				<verse number="6">ځکه چې مالِک خُدائ عقل او حِکمت ورکوى، او د هغۀ د خولې نه عِلم او پوهه راوځى.</verse>
				<verse number="7">هغه د نېکو خلقو دپاره د عقلمندۍ خزانې ساتى، هغه د هغه چا دپاره ډال دے د چا کردار چې بې‌داغه وى.</verse>
				<verse number="8">هغه د اِنصاف کوونکو د لارو ساتنه کوى او هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى.</verse>
				<verse number="9">نو تۀ به په دې پوهه شې چې څۀ ښۀ او د اِنصاف او مناسب دى. او تۀ به د ژوند نېغه لار بيامومې.</verse>
				<verse number="10">نو تۀ به عقلمند شې او ستا عِلم او پوهه به ستا روح ته خوشحالى ورکړى.</verse>
				<verse number="11">تميز به په تا نظر ساتى او پوهه به ستا حِفاظت کوى.</verse>
				<verse number="12">عقل به تا د بدکاره خلقو نه ساتى، او د هغوئ نه چې د چا خبرې چې غلطې دى،</verse>
				<verse number="13">چا چې صحيح لاره پرېښې ده او په تيارو کښې تلل کوى،</verse>
				<verse number="14">څوک چې د خرابو کارونو په کولو خوشحاليږى او د بدعملو په شرارت خوشحالى کوى،</verse>
				<verse number="15">او دغه کسان په کږو وږو سر دى او د هغوئ چال چلن د ټګۍ دے.</verse>
				<verse number="16">نو هغه به تا د بدکارې ښځې نه وساتى، د هغې زناکارې نه څوک چې په خوږو خبرو تا دوکه کول غواړى،</verse>
				<verse number="17">چا چې خپل د ځوانۍ د وخت خاوند پرېښے دے او خپل لوظ يې هېر کړو کوم يې چې د خُدائ پاک په وړاندې کړے وو.</verse>
				<verse number="18">د هغې کور ته تلل مرګ ته دعوت دے، او د هغې د کور لار د قبر لار ده.</verse>
				<verse number="19">څوک چې هغې له ورشى نو هغه بيا نۀ راواپس کيږى او هغه بيا هيڅکله د ژوند په لاره راتلے نۀ شى.</verse>
				<verse number="20">نو بيا تۀ د ښو خلقو په طريقو تلل کوه او د صادقانو په لارو کښې پاتې شه.</verse>
				<verse number="21">نو نېکان به په مُلک کښې اوسيږى، او بې‌داغه خلق به په کښې پاتې شى.</verse>
				<verse number="22">خو بدعمله به د هغه مُلک نه وشړلے شى، او غداران به ترې د بېخ نه وويستلے شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">زما زويه، زما لارښودنه مۀ هېروه، خو زما حُکمونه په خپل زړۀ کښې وساته.</verse>
				<verse number="2">زما تعليم به ستا عمر سېوا کړى او خوشحالى به درکړى.</verse>
				<verse number="3">هيڅکله مينه او وفادارى د خپل ځان نه مۀ لرې کوه. دوئ د خپلې غاړې هار کړه او د خپل زړۀ په تخته باندې يې وليکه.</verse>
				<verse number="4">نو بيا به تۀ د انسانانو او د خُدائ پاک په نظر کښې محبوبيت او نېک نامى حاصله کړې.</verse>
				<verse number="5">په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه.</verse>
				<verse number="6">چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.</verse>
				<verse number="7">په خپل عقل باندې مۀ مغروره کېږه، د مالِک خُدائ نه يرېږه او بدعملى پرېږده.</verse>
				<verse number="8">نو په دې به ستا بدن رغيږى او ستا هډُوکى به پرې تازه شى.</verse>
				<verse number="9">په خپل مال دولت سره د مالِک خُدائ عزت کوه، او د خپل ټول فصل په وړومبۍ مېوې سره.</verse>
				<verse number="10">نو بيا به ستا ګودامونه ډک شى او د سر نه به اوړى، او ستا د چاټۍ د خولې نه به نوى مے اوړى.</verse>
				<verse number="11">زما زويه، د مالِک خُدائ اصلاح مۀ رد کوه او کله چې هغه تا تنبيه کوى په هغې باندې مۀ خفه کېږه.</verse>
				<verse number="12">ځکه چې مالِک خُدائ چې چا سره مينه کوى نو هم هغه تنبيه کوى لکه څنګه چې يو پلار هم هغه زوئ تنبيه کوى کوم چې هغۀ ته ګران وى.</verse>
				<verse number="13">بختور ‎دے هغه څوک چې حِکمت حاصل کړى، او هغه څوک چې پوهه حاصله کړى.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې دا د سپينو زرو نه ډېر قيمتى دے او د دې ګټه د سرو زرو نه هم ډېره ښۀ ده.</verse>
				<verse number="15">دا د قيمتى کاڼو نه هم ګران دے او ستا د خوښې يو څيز هم د دې برابر نۀ دے.</verse>
				<verse number="16">د عقل په ښى لاس کښې اوږد ژوندون دے، او د هغۀ په ګس لاس کښې عزت او دولت دے.</verse>
				<verse number="17">د هغۀ لارې برکتى دى، او د هغۀ ټولې لارې پُراَمنه دى.</verse>
				<verse number="18">حِکمت د هغوئ دپاره د ژوند ونه ده څوک چې هغې ته غاړه ورکوى، بختور دى هغوئ څوک چې هغه راټينګوى.</verse>
				<verse number="19">مالِک خُدائ د خپل حِکمت په ذريعه د زمکې بنياد کېښودلو، او د خپلې هوښيارتيا په ذريعه يې آسمانونه پېدا کړل.</verse>
				<verse number="20">د هغۀ د حِکمت په وسيله د زمکې د لاندې نه چينې روانې شولې، او د وريځو نه پرخه په زمکه راوورېدله.</verse>
				<verse number="21">زما زويه، عدل او تميز په خپل ځان کښې پېدا کړه، او هغه د خپل نظر نه مۀ لرې کوه.</verse>
				<verse number="22">دوئ به ستا روح تازه ساتى، او دا به ستا په غاړه د فضل هار وى.</verse>
				<verse number="23">نو بيا به تۀ په حِفاظت سره په خپله لار روان يې او ستا پښه به تيندک ونۀ خورى.</verse>
				<verse number="24">کله چې تۀ څملې، تۀ به نۀ يرېږې، او تۀ به په خوږ خوب اودۀ کېږې.</verse>
				<verse number="25">نو د ناګهانى افت نه به نۀ يرېږې او نۀ به د هغه تباهۍ نه يرېږې کومه چې په بدعملو باندې راځى.</verse>
				<verse number="26">نو مالِک خُدائ به ستا ډاډ وى، او هغه به ستا پښې په دام کښې د ګېرولو نه وساتى.</verse>
				<verse number="27">څوک چې حاجتمند وى د هغوئ سره ښېګړه مۀ پرېږده، کۀ چرې دا کار ستا وس کښې وى،</verse>
				<verse number="28">کۀ چرې تۀ اوس د خپل ګاونډى سره مدد کولے شې، نو ورته مۀ وايه چې، ”سبا راشه چې مدد دې وکړم.“</verse>
				<verse number="29">د خپل ګاونډى خلاف هغۀ ته د نقصان ورکولو منصوبه مۀ جوړوه، څوک چې ستا په خوا کښې اوسيږى او په تا باور کوى.</verse>
				<verse number="30">په يو کس باندې هيڅ بې‌هيڅه اِلزام مۀ لګوه ترڅو چې هغۀ تا ته نقصان نۀ وى درسولے.</verse>
				<verse number="31">د ظالم سره سيالى مۀ کوه او مۀ د هغۀ په نقش قدم عمل کوه،</verse>
				<verse number="32">ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ نه نفرت کوى څوک چې بدکاره وى، خو هغه د نېکانو سره دوستانه تعلق ساتى.</verse>
				<verse number="33">د بدعمله په کور مالِک خُدائ لعنت ورَوى، خو هغه د صادق په کور باندې برکت ورَوى.</verse>
				<verse number="34">هغه د مغروره مسخره کوونکو پورې مسخرې کوى، خو په عاجز خويه باندې خپل فضل کوى.</verse>
				<verse number="35">هوښيار عزت په ميراث کښې ګټى، خو کم عقل خپل شرم زياتوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">زما زامنو د خپل پلار هدايت ته غوږ ونيسئ. او هغې ته توجو ورکړئ او پوهه حاصله کړئ.</verse>
				<verse number="2">ځکه چې زۀ تاسو ته ښۀ تعليم درښايم، نو زما تعليمات مۀ هېروئ.</verse>
				<verse number="3">هر کله چې زۀ د خپل پلار په کور کښې هلک وم، او د خپلې مور اېک يو نيازبين زوئ وم،</verse>
				<verse number="4">هغۀ ما ته تعليم راکړو او وې وئيل، ”په خپل ټول زړۀ سره زما نصيحت راټينګ کړه، زما په حُکمونو عمل کوه نو ستا ژوند به په خير تير شى.</verse>
				<verse number="5">حِکمت حاصل کړه، او پوهه حاصله کړه، زما خبرې مۀ هېروه او مۀ د هغې نه مخ اړوه.</verse>
				<verse number="6">عقل ته مۀ شاه کوه، ځکه چې هغه به ستا حفاظت وکړى، د هغۀ سره مينه کوه نو هغه به په تا باندې نظر ساتى.</verse>
				<verse number="7">حِکمت حاصلول د ټولو نه اهم کار دے، د نورو څيزونو د حاصلولو سره سره پوهه هم حاصله کړه.</verse>
				<verse number="8">د حِکمت عزت کوه او دا به تا لوئ کړى. دې ته غاړه ورکړه نو دا به تا عزتمند کړى.</verse>
				<verse number="9">دا به ستا سر د فضل سهرې سره ښائسته کړى او د شان او شوکت تاج به در په سر کړى.“</verse>
				<verse number="10">زما زويه، ما ته غوږ شه. زۀ چې درته څۀ وايم هغه کوه، نو په دې کولو سره به ستا عمر اوږد شى.</verse>
				<verse number="11">ما درته د عقل او حِکمت لارښودنه وکړه او په نېغه لار مې روان کړې.</verse>
				<verse number="12">کله چې تۀ ګرځې نو ستا پښې به هيڅ څيز نۀ منع کوى، او کله چې تۀ منډه وهې نو تيندک به نۀ خورې.</verse>
				<verse number="13">زما نصيحتونه راټينګ کړه او دا مۀ پرېږده چې ستا نه لاړ شى. د هغوئ ښۀ حفاظت وکړه ځکه چې دا ستا ژوندون دے.</verse>
				<verse number="14">د شريرانو په لار کښې خپل قدم مۀ ږده او مۀ د بدکارانو په لار تلل کوه.</verse>
				<verse number="15">د هغوئ د لارو نه ځان وساته، د هغوئ په لار مۀ ځه، د هغوئ د لارو نه راوګرځه او په خپله لار روان اوسه.</verse>
				<verse number="16">ترڅو پورې چې دوئ غلط کار نۀ وى کړے تر هغې خوب نۀ ورځى، ترڅو پورې چې دوئ چا ته تيندک نۀ وى ورکړے نو دوئ تر هغې پورې آرام نۀ کوى.</verse>
				<verse number="17">هغوئ د شرارت روټۍ خورى او د فساد نه ډک مے څښى.</verse>
				<verse number="18">د صادقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځليږى او لا نوره هم زياتيږى ترڅو چې د ورځې رڼا نۀ وى راښکاره شوى.</verse>
				<verse number="19">خو د بدکارانو لار لکه د تورې تيارې په شان ده، دوئ په دې نۀ پوهيږى چې په څۀ باندې يې تيندک وخوړلو.</verse>
				<verse number="20">زما زويه، زۀ چې درته څۀ وايم هغې ته توجو ورکړه، او په غور سره زما خبرې واوره.</verse>
				<verse number="21">دا د خپل نظر نه مۀ وباسه او په خپل زړۀ کښې يې دننه وساته.</verse>
				<verse number="22">نو دا به هغوئ له ژوند ورکړى چې څوک يې پېدا کوى، او د هغوئ ټول وجود له به صحت ورکړى.</verse>
				<verse number="23">د هر څۀ نه اول د خپل زړۀ خيال ساته، ځکه چې دا د ژوند د هدايت سرچينه ده.</verse>
				<verse number="24">د خپلې ‎‎‎‎‎‎‎‎خولې نه ټګى لرې کړه، او دوکه مارې خبرې د خپلو شونډو نه لرې کړه.</verse>
				<verse number="25">په غور سره مخامخ نېغ ګوره، او خپل نظر نېغ وساته.</verse>
				<verse number="26">او د خپلو قدمونو دپاره لاره هواره کړه، نو بيا به ستا ټوله لار مضبوطه وى.</verse>
				<verse number="27">ښې او ګس طرف ته مۀ تاوېږه، او خپلې پښې د شرارت نه وساته.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">زما زويه، زما پوهې ته توجو ورکړه، او زما د حِکمت خبرو ته ښۀ غوږ ونيسه.</verse>
				<verse number="2">نو بيا به تۀ تميز حاصل کړې، او ستا شونډې به عِلم او حِکمت محفوظوى.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې د زناکارې ښځې د شونډو نه شات راڅاڅى. او د هغې خبرې د تېلو نه زياتې نرمې دى،</verse>
				<verse number="4">خو په آخر کښې هغه د ګنډير په شان ترخه، او د دوه مخيزې تُورې په شان تيره ده.</verse>
				<verse number="5">د هغې پښې د مرګ په طرف روانې دى، او د هغې قدمونه سيدها د قبر طرف ته لارښودنه کوى.</verse>
				<verse number="6">هغه د ژوند د لارې په حقله سوچ نۀ کوى، د هغې لارې کږې وږې دى، خو هغه پرې نۀ پوهيږى.</verse>
				<verse number="7">نو بيا اوس زما زويه، ما ته غوږ ونيسه. او زۀ چې درته څۀ وايم نو د هغې نه مۀ اوړه.</verse>
				<verse number="8">د داسې ښځې نه ځان لرې ساته. او چې د هغې د کور دروازې ته هم ورنزدې نۀ شى</verse>
				<verse number="9">هسې نه چې خپل عزت نورو ته ورکړې او بې‌عزته شې. او د خپل ژوند واګې د ظالمانو رحم و کرم ته وسپارې،</verse>
				<verse number="10">هسې نه چې پردى ستا په مال مزې وکړى، او ستا د ژوند محنت د بل چا کور مالا مال کړى.</verse>
				<verse number="11">او د خپل عمر په آخر کښې به تۀ زبيرګى او فريادونه کوې، هرکله چې ستا غوښې او بدن خوړين شى،</verse>
				<verse number="12">نو تۀ به ووائې، ”ما د اصلاح نه څومره نفرت کولو. او څومره به زما زړۀ اصلاح کول رټل،</verse>
				<verse number="13">ما به د خپلو اُستاذانو تابعدارى نۀ کوله، او نۀ به مې خپلو لارښودونکو ته غوږ نيولو.</verse>
				<verse number="14">نو زۀ د تباهۍ په غاړه ولاړ يم، او په ډېرو خلقو کښې وشرمېدم.“</verse>
				<verse number="15">د خپلې ذخيرې اوبۀ څښه، او صرف د خپلې ښځې سره کوروالے کوه لکه څنګه چې د خپل کوهى نه روانې اوبۀ څښې.</verse>
				<verse number="16">دا مناسب ده چې ستا چينې په کوڅو کښې، او ستا د اوبو لختى په چوکونو کښې وبهيږى؟</verse>
				<verse number="17">نو دا دې يواځې ستا وى، کله دې هم د پردو سره شريک نۀ شى.</verse>
				<verse number="18">ستا چينې دې برکتى شى، د خپلې ښځې سره خوشحاله اوسه چې ستا په ځوانۍ کښې ورسره وادۀ شوے وو،</verse>
				<verse number="19">چې هغه د يوې ښُکلې مينه ناکې او مهربانه هوسۍ په شان ده نو د هغې د بدن ښُکلا دې تا معمور کړى، او تۀ دې هر وخت د هغې د مينې غلام يې.</verse>
				<verse number="20">زما زويه نو تۀ دې ولې د يوې زناکارې ښځې په مينه کښې راګېر يې؟ او تۀ ولې د بل سړى د ښځې سره يو ځائ کېږې او غاړه غټۍ کېږې؟</verse>
				<verse number="21">نو د انسان په ټولو لارو د مالِک خُدائ نظر دے، او هغه په خپله د هغۀ د ټولو لارو څارنه کوى.</verse>
				<verse number="22">د شرير شرارت هم د هغۀ دپاره دام دے. او د هغۀ د ګناه رسۍ هغه کلک رانيسى.</verse>
				<verse number="23">هغه به د خپل تربيت د کموالى په وجه مړ شى، او د خپل کم عقلتوب په سبب بې‌لارې شوے دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">زما زويه، کۀ چرې تا د خپل ګاونډى دپاره په ضمانت کښې څۀ اېښى وى، او يا تا د بل چا د قرض د ورکولو وعده کړې وى،</verse>
				<verse number="2">کۀ تۀ چرې د خپلو خبرو په وجه په لټ کښې راګېر شوے يې، او په دام کښې د خپلې خولې د لاسه راګېر شوے يې،</verse>
				<verse number="3">نو بيا زما زويه، په دې کولو سره تۀ د خپل ګاونډى په لاسونو کښې پرېوتې، نو د هغۀ د دام نه د خلاصېدو دپاره، هغۀ له ورشه او خپل ځان کمزورے کړه او هغۀ ته مِنت زارى وکړه چې هغه تا د دې ذمه وارۍ نه آزاد کړى.</verse>
				<verse number="4">زر ورشه مۀ اودۀ کېږه او خپلې سترګې مرغۍ مرغۍ کېدو ته مۀ پرېږده.</verse>
				<verse number="5">نو خپل ځان لکه د هوسۍ په شان د ښکارى نه او لکه د مارغۀ په شان خپل ځان د ښکارى د جال نه آزاد کړه.</verse>
				<verse number="6">ناراسته خلقو مېږو ته وګورئ، او د هغوئ په چال چلن باندې غور وکړئ او هوښيار شئ.</verse>
				<verse number="7">دوئ نۀ مشر لرى، او نۀ څوک آفسر او نۀ حکمران لرى،</verse>
				<verse number="8">خو دوئ په اوړى کښې خپل خوراک راټولوى، او خپل ځان دپاره خوراک په لو کښې راجمع کوى.</verse>
				<verse number="9">خو تۀ ناراسته سړيه ترڅو پورې به پروت يې؟ او تۀ به کله د خوب نه راپاڅې؟</verse>
				<verse number="10">تۀ وائې، ”لږ وخت دپاره به اودۀ شم، او سترګې به پټې کړم، لږ به خپل لاسونه راغونډ کړم او آرام به وکړم.“</verse>
				<verse number="11">نو بيا به غريبى او نيستى د وسله بند ډاکو په شان په تا باندې حمله وکړى.</verse>
				<verse number="12">بدمعاشان او کمينه خلق، ټوله ورځ تش دروغ وائى.</verse>
				<verse number="13">هغوئ سترګې وهى او ستا د دوکه کولو دپاره په پښو او ګوتو اِشارې کوى،</verse>
				<verse number="14">د هغوئ کاږۀ زړونه خرابې منصوبې جوړوى، نو دغه شان هغوئ تل په هر ځائ کښې سرخوږے پېدا کوى.</verse>
				<verse number="15">نو په هم دې وجه په داسې کس باندې ناګهانى افت راځى، او ناګهانه به هغه ټوټې ټوټې شى او بيا به د جوړېدو نۀ وى.</verse>
				<verse number="16">شپږ څيزونه دى چې مالِک خُدائ ترې نه نفرت کوى بلکې اووۀ څيزونه دى چې مالِک خُدائ هغه نۀ شى برداشت کولے،</verse>
				<verse number="17">مغروره سترګې، دروغژنه ژبه، هغه لاسونه چې بې‌ګناه وينه تويوى،</verse>
				<verse number="18">هغه زړۀ چې بدې منصوبې جوړوى، هغه پښې چې د شرارت طرف ته منډې وهى،</verse>
				<verse number="19">دروغژن ګواه څوک چې دروغ وائى، او هغه کس چې د خاندان په مينځ کښې سرخوږے پېدا کوى.</verse>
				<verse number="20">زما زويه، د پلار په حُکمونو عمل کوه، او د خپلې مور لارښودنه مۀ هېروه.</verse>
				<verse number="21">د هغوئ خبرې تل دپاره په خپل زړۀ کښې يادې ساته، او د هار په شان يې په خپله غاړه کښې ګرځوه.</verse>
				<verse number="22">هرکله چې تۀ روان يې نو هغه به ستا رهنمائى کوى، او کله چې اودۀ يې نو هغه به ستا حفاظت کوى، هرکله چې راويښ شې، نو هغه به درته مشوره درکوى.</verse>
				<verse number="23">نو د هغوئ حُکمونه ډيوه ده او د هغوئ هدايت رڼا ده، او د هغوئ اصلاح د ژوندون لار ده.</verse>
				<verse number="24">دا به تا د بدکاره ښځو نه ساتى، او د زناکارو ښځو د نرمو خبرو نه به دې ساتى.</verse>
				<verse number="25">د هغوئ په ښائست خپل زړۀ مۀ بائيله، او نۀ چې د هغې سترګې وهل تا راګېر کړى.</verse>
				<verse number="26">يوه کنجره تۀ د يوې روټۍ په قيمت اخستے شى، خو د بل سړى د ښځې سره زنا به ستا د ژوند په قيمت وى.</verse>
				<verse number="27">څوک په خپله جولۍ کښې بل شوے اور د کپړو سوزېدلو نه بغېر اوچتولے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="28">څوک په ګرمو سکروټو باندې بغېر د پښو پولۍ کېدو او سوزېدو نه ګرځېدلے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="29">نو دا کس هم د هغه چا په شان دے څوک چې د بل چا د ښځې سره څملى، څوک هم چې د هغې سره زنا کوى نو د سزا نه به خلاص نۀ شى.</verse>
				<verse number="30">خلق هغه غل ته سپک نۀ ګورى څوک چې د خپلې لوږې د ختمېدو دپاره غلا کوى،</verse>
				<verse number="31">خو کۀ هغه ګېر شى، نو هغه به اووۀ چنده ورکوى، کۀ څۀ هم د هغۀ د کور په ټول سامان يې قيمت پوره کيږى.</verse>
				<verse number="32">خو کۀ يو سړے زنا کوى نو هغه بې‌حده کم عقل دے، ځکه چې هغه خپل ځان تباه کوى.</verse>
				<verse number="33">هغه به وهل وخورى او بې‌عزته به شى، او دا شرم به هيڅکله د هغۀ نه اخوا نۀ شى.</verse>
				<verse number="34">نو غېرت به يې د خاوند قهر راوپاروى او په بې‌رحمۍ سره به خپله بدله اخلى.</verse>
				<verse number="35">هغه به د دې په بدل کښې معاوضه نۀ قبلوى او هغه به رشوت هم رد کړى کۀ څومره ډېر هم وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">زما زويه، زما خبرې ځان سره وساته او زما احکام خپل ځان سره حفظ کړه.</verse>
				<verse number="2">زما په حُکمونو عمل کوه، نو تۀ به ژوندے پاتې شې. زما د تعليماتو داسې حفاظت وکړه لکه څنګه چې د سترګې د ګاټى کوې.</verse>
				<verse number="3">هغه د خپلو ګوتو سره ونښلوه او د خپل زړۀ په تخته يې وليکه.</verse>
				<verse number="4">حِکمت ته ووايه چې، ”تۀ زما خور يې،“ او پوهې ته خپل نزدې رشته‌دار ووايه.</verse>
				<verse number="5">دوئ به تا د زناکارې ښځې سره د تعلق نه وساتى، او هم به دې دوئ د زناکارې ښځې د دوکه کوونکو خبرو نه وساتى.</verse>
				<verse number="6">يو ځل ما د خپل کور د کړکۍ د جالۍ نه بهر وکتل،</verse>
				<verse number="7">نو ما څۀ ساده ځوانان وکتل، نو د دوئ په مينځ کښې مې يو کم عقل ځوان د نظر لاندې راغے.</verse>
				<verse number="8">نو هغه د هغې د کور سره په نزدې کوڅه کښې روان وو، کومه لار چې د هغې کور ته تلې وه،</verse>
				<verse number="9">د ماښام په وخت کښې، تيارۀ خوره شوه او شپه شروع شوه.</verse>
				<verse number="10">نو بيا يوه ښځه بهر راغله چې د هغۀ سره مِلاو شى. هغې د کنجرتوب جامې اغوستې وې، او په غلط خيال سره چې هغه دوکه کړى.</verse>
				<verse number="11">هغه بې‌شرمه او بې‌حيا ښځه وه چې ټوله ورځ هواګيره ګرځېدله.</verse>
				<verse number="12">هغه تل په کوڅو، او په چوکونو کښې ګرځى، او د ښار په هر ګوټ کښې ولاړه وى.</verse>
				<verse number="13">هغې هغۀ له غاړه ورکړه او ښُکل يې کړو، او په خپلو بې‌شرمو سترګو سره يې هغۀ ته ووئيل،</verse>
				<verse number="14">”نن ما کره د قربانۍ غوښه ده او ما خپل نذر پوره کړو.</verse>
				<verse number="15">نو زۀ بهر راووتلم چې تا سره مِلاو شم، ما ستا لټون کولو او تۀ راته مِلاو شوې.</verse>
				<verse number="16">ما په خپل کټ باندې د مِصر رنګارنګ د لټې څادرونه اچولى دى.</verse>
				<verse number="17">ما په خپل کټ باندې د مُر چيړ، عُود او دارچينۍ خوشبو لګولې ده.</verse>
				<verse number="18">راځه چې تر سحره پورې په مينه کښې ډُوب شُو. او د يو بل د مينې نه خوند واخلو.</verse>
				<verse number="19">ځکه چې زما خاوند په کور کښې نشته. هغه په لرې سفر باندې تلے دے.</verse>
				<verse number="20">هغۀ خپل جيب د پېسو نه ډک کړے دے، او د دې مياشتې تر آخره به واپس نۀ راځى.“</verse>
				<verse number="21">نو په نرمو خبرو سره يې هغه غلط کړو، او د هغې پستو خبرو وغلولو.</verse>
				<verse number="22">نو هغه سمدستى هغې پسې د يو داسې غوَيى په شان روان شو لکه چې حلالېدو له روان وى، لکه چې هوسۍ په دام کښې ونښلى</verse>
				<verse number="23">ترڅو چې يو غشے د هغۀ زړۀ غوڅ کړى. هغه د يو داسې مارغۀ په شان وو چې د دام طرف ته منډې وهى، هغۀ ته پته نۀ وى چې هغه به د ژوند نه لاس ووينځى.</verse>
				<verse number="24">نو بيا زما زامنو، ما ته غوږ ونيسئ، زۀ چې درته څۀ وايم نو هغې ته توجو وکړئ.</verse>
				<verse number="25">خپل زړۀ ته اجازت مۀ ورکوه چې د داسې ښځې طرف ته مائل شى، او يا د هغې په غلطو لارو روان شى.</verse>
				<verse number="26">هغه د ډېرو کسانو د تباهۍ سبب شوې ده او د بې‌شمېره کسانو د مرګ سبب شوې ده.</verse>
				<verse number="27">د هغې کور د قبر طرف ته لار ده، او دا د مرګ دالان ته لارښودنه کول دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">غوږ شئ. ولې پوهه آوازونه نۀ کوى څۀ؟ پوهې خپل آواز نۀ دے پورته کړے څۀ؟</verse>
				<verse number="2">هغه په اوچتو ځايونو د لارې په خوا کښې، او چرته چې لارې په خپلو کښې ملاويږى ولاړه وى.</verse>
				<verse number="3">هغه ښار ته د ننوتو او راوتو دروازو په خوا کښې ولاړه وى او په زوره چغې وهى،</verse>
				<verse number="4">”اے خلقو زۀ تاسو ټولو ته آواز کوم، او په زمکه باندې ټولو انسانانو ته آواز کوم.</verse>
				<verse number="5">اے ساده خلقو، احتياط زده کړئ، اے بې‌وقوفو. عقل حاصل کړئ.</verse>
				<verse number="6">غوږ شئ. ما سره ستاسو دپاره اعلىٰ خبرې دى، او زۀ چې شونډې پرانيزم نو هغه څۀ وايم څۀ چې صحيح وى.</verse>
				<verse number="7">زما خولۀ هغه څۀ وائى څۀ چې رښتيا وى، ځکه چې زما شونډې د دروغو نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="8">زما د خولې ټولې خبرې صحيح دى، يو خبره يې هم کږه يا د دوکې نۀ ده.</verse>
				<verse number="9">هوښيار په دې پوهيږى چې زما ټولې خبرې ټيک دى، چا سره چې عِلم وى هغۀ ته پته وى چې دا صحيح دى.</verse>
				<verse number="10">د سپينو زرو په ځائ زما لارښودنې غوره کړئ، او د خالص سرو زرو نه عِلم خوښ کړئ.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې حِکمت د قيمتى کاڼو نه هم ګران دے، او ستا د خوښې يو څيز هم د دې برابر نۀ دے.</verse>
				<verse number="12">زۀ حِکمت د پوهې سره يو ځائ اوسېږم، او ما سره عِلم او تميز شته.</verse>
				<verse number="13">د مالِک خُدائ نه ويرېدل دا دى چې د بدۍ نه نفرت وکړئ، زۀ د غرور، کبر او غلط چال چلن او بدو خبرو نه نفرت کوم.</verse>
				<verse number="14">ښې مشورې او تميز ورکول زما کار دے، زۀ پوهه او طاقت لرم.</verse>
				<verse number="15">زما په وجه بادشاهان حکومت کوى او حکمرانان منصفانه قانون جوړوى.</verse>
				<verse number="16">زما په وجه شهزادګان حکومت کوى، او ټول صادق حکمرانان څوک چې په زمکه حکومت کوى.</verse>
				<verse number="17">زۀ د هغه چا سره مينه کوم څوک چې ما سره مينه کوى، او څوک چې زما لټون کوى نو ما بيامومى.</verse>
				<verse number="18">ما سره مال او عزت دے، تر ډېر وخته دولت او صداقت دے.</verse>
				<verse number="19">زما مېوه د سوچه سرو زرو ‎‎‎‎نه ښۀ ده، او زما پېداوار د خالصو سپينو زرو نه بهتر دے.</verse>
				<verse number="20">زۀ د صداقت په لاره روان يم، او د اِنصاف په لارو عمل کوم،</verse>
				<verse number="21">څوک چې ما سره مينه کوى په ميراث کښې ورته دولت ورکوم، او د هغوئ خزانې به ډکې کړم.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ د هر څۀ نه وړاندې چې نور څۀ پېدا کړى، د ټولو نه اول يې زۀ پېدا کړم.</verse>
				<verse number="23">زۀ يې د ازل نه مقرر کړے وم، د دې نه مخکښې چې دُنيا لا پېدا شوې هم نۀ وه.</verse>
				<verse number="24">کله چې لا سمندر نۀ وو زۀ پېدا شوے وم، کله چې لا د چينو اوبۀ نۀ وې روانې شوې.</verse>
				<verse number="25">مخکښې د دې نه چې لا غرونه او غونډۍ په خپل ځائ نۀ وُو ولاړ زۀ پېدا شوے وم،</verse>
				<verse number="26">د هغې نه وړاندې چې لا خُدائ پاک زمکه او د هغې پټى او لا نۀ يې د دُنيا خاوره پېدا کړې وه چې زۀ پېدا وم.</verse>
				<verse number="27">زۀ هلته وم هر کله چې هغۀ آسمان په خپل ځائ ودرولو، او کله چې يې د سمندر په مخ د فضا لهرونه خوارۀ کړل،</verse>
				<verse number="28">کله چې هغۀ بره وريځ مقرر کړه او کله چې د سمندر د ډکولو دپاره چينې جوړې کړې،</verse>
				<verse number="29">او کله چې هغۀ سمندر ته حد مقرر کړو، ترڅو چې اوبۀ د هغۀ د حُکم نه يو قدم هم زيات وانۀ خلى، او کله چې هغۀ د زمکې بنيادونه کېښودل نو زۀ هلته وم.</verse>
				<verse number="30">زۀ د هغۀ په څنګ کښې وم څوک چې د ټولو نه ښۀ ګلکار دے، زۀ هره ورځ د هغۀ د خوشحالۍ سبب وم، او ما تل د هغۀ په حضور کښې خوشحالى کوله،</verse>
				<verse number="31">زۀ د هغۀ په ټوله دُنيا کښې ډېره خوشحاله وم، او د انسانانو نه مې خوشحالى حاصلوله.</verse>
				<verse number="32">نو اوس اے زما زامنو، ما ته غوږ ونيسئ، مبارک دى هغوئ څوک چې زما په لارو عمل کوى.</verse>
				<verse number="33">زما تعليماتو ته غوږ شئ او هوښيار شئ، دا مۀ نظر انداز کوئ.</verse>
				<verse number="34">مبارک دے هغه څوک چې ما ته غوږ نيسى، چې روزانه زما په دروازه کښې ولاړ وى، او زما په دروازه کښې انتظار کوى.</verse>
				<verse number="35">ځکه چې څوک ما ومومى نو هغه ژوند مومى، او د مالِک خُدائ رضا حاصلوى.</verse>
				<verse number="36">خو څوک چې ما نۀ حاصلوى خپل ځان ته نقصان ورکوى، هر څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغه د مرګ سره مينه کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">پوهې خپل کور جوړ کړے دے، او خپل ځان دپاره يې اووۀ ستنې تراشلې دى.</verse>
				<verse number="2">هغې خپله غوښه تياره کړې ده او مے يې يو ځائ کړى دى، او دسترخوان يې هم خور کړے دے.</verse>
				<verse number="3">هغې خپله وينځه ورولېږله او هغه د ښار د اوچتو ځايونو نه آوازونه کوى.</verse>
				<verse number="4">”څوک چې ساده ګان وى هغوئ ټول دې دلته راشى.“ او هغه هغوئ ته وينا کوى څوک چې ناپوهه وى،</verse>
				<verse number="5">”راشئ، زما خوراک وخورئ او هغه مے وڅښئ کوم چې ما ګډ کړى دى.</verse>
				<verse number="6">خپله ساده لار پرېږدئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ، او د پوهې په لار تلل وکړئ.“</verse>
				<verse number="7">هر څوک چې د مسخره کوونکى اصلاح کوى نو د خپلې بې‌عزتۍ دعوت ورکوى، هر څوک چې د شرير د شرارت نه ممانعت کوى، نو خپل ځان به سپک کړى.</verse>
				<verse number="8">نو تۀ کله هم د مسخره کوونکى رټنه مۀ کوه هغه به ستا نه نفرت کوى، هوښيار ته تنبيه ورکړه هغه به تا سره مينه کوى.</verse>
				<verse number="9">هوښيار ته لارښودنه وکړه نو هغه به نور هم هوښيار شى، صادق ته تعليم ورکړه نو هغه به د دې نه نور تعليم هم زده کړى.</verse>
				<verse number="10">د مالِک خُدائ يره د حِکمت شروع ده، د مقدس ذات پېژندګلو د پوهې اصليت دے.</verse>
				<verse number="11">نو زما په وجه به ستا د ژوند ورځې ډيرې شى، او ستا د عمر سره به نور کلونه سېوا شى.</verse>
				<verse number="12">کۀ چرې تۀ حِکمت لرې نو هغه به تا له فائده درکړى، او کۀ تۀ مسخره کوونکے يې نو صرف تا ته به د هغې نقصان مِلاو شى.</verse>
				<verse number="13">کم عقله ښځه سرتېزه وى، هغه بې‌ادبه او بې‌علمه وى.</verse>
				<verse number="14">د هغې کور د ښار په لوړ ځائ کښې دے. د دروازې سره ناسته وى،</verse>
				<verse number="15">او څوک چې په خپله لاره سيدها تېريږى نو هغوئ ته آوازونه ورکوى.</verse>
				<verse number="16">”اے ساده خلقو ټول دلته راشئ.“ هغه ټولو ناپوهو ته وينا کوى،</verse>
				<verse number="17">”د غلا اوبۀ خوږې وى، هغه روټۍ چې په پټه خوړلے شى خوندوره وى.“</verse>
				<verse number="18">خو دوئ لږ هم په دې نۀ پوهيږى چې د هغې ښځې په کور کښې صرف مرګ دے، څوک هم چې د هغې په کور کښې مېلمانۀ شوى دى نو هغوئ اوس د تورو خاورو لاندې دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">دا د سليمان متلونه دى، يو هوښيار زوئ خپل پلار له خوشحالى ورکوى، خو کم عقل زوئ خپلې مور له غم ورکوى.</verse>
				<verse number="2">د حرام مال دولت هيڅ اهميت نشته، خو صداقت د مرګ نه خلاصون ورکوى.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ صادق اوږى کېدو ته نۀ پرېږدى، خو د بدکارانو ارمان رد کوى.</verse>
				<verse number="4">ناراسته لاسونه يو انسان غريبوى، خو محنتى لاسونه انسان مالداره کوى.</verse>
				<verse number="5">څوک چې په ګرمۍ کښې فصل راټولوى هغه هوښيار زوئ دے، خو هغه زوئ څوک چې د لو په وخت کښې خوب کوى د شرم باعث دے.</verse>
				<verse number="6">برکت د صادق د سر تاج دے، خو بدعمله په خپلو چالاکه خبرو سره خپل شرارت پټوى.</verse>
				<verse number="7">د نېکانو يادول د برکت سبب ګرځى، خو د بد کاره نوم به فنا شى.</verse>
				<verse number="8">هوښياران په نصيحت خوشحاليږى، خو بې‌وقوفه کړتن به تباه شى.</verse>
				<verse number="9">نېک انسان به په امن کښې ګرځى، خو هغه څوک چې کږې لارې اختياروى، د هغۀ کارونو نه به خلق خبر شى.</verse>
				<verse number="10">هغه څوک چې په ټګۍ سره سترګې وهى نو د تکليف باعث کيږى، او په بې‌فکره خبرو سره به کم عقل تباه شى.</verse>
				<verse number="11">د صادق خولۀ د ژوند چينه ده، خو بدعمله په خپلو چالاکه خبرو سره خپل شرارت پټوى.</verse>
				<verse number="12">نفرت شر جوړوى، خو مينه په ټولو بدو پرده اچوى.</verse>
				<verse number="13">د هوښيار په شونډو کښې پوهه موندلے کيږى، خو د ناپوهه دپاره چوکه وى.</verse>
				<verse number="14">هوښياران خپل عِلم ذخيره کوى، خو د کم عقل فضول خبرې تباهۍ ته دعوت ورکوى.</verse>
				<verse number="15">د مالداره مال دولت د هغۀ دپاره قلعه ده، خو غربت د غريب دپاره تباهى ده.</verse>
				<verse number="16">د صادق ګټه هغۀ له ژوند ورکوى، خو د بدکاره ګټه هغه د ګناه طرف ته بوځى.</verse>
				<verse number="17">هغه څوک چې اصلاح قبلوى د ژوند په لاره ځى، خو هر هغه څوک چې اصلاح کول نۀ منى نو خپل ځان بې‌لارې کوى.</verse>
				<verse number="18">هغه څوک چې خپل نفرت پټوى نو هغه دروغژن دے. څوک چې د نورو غېبت کوى هغه کم عقل دے.</verse>
				<verse number="19">هرکله چې خبرې ډيرې وى نو هلته ګناه هم موجوده وى، خو څوک چې خپله ژبه قابو ساتى هوښيار دے.</verse>
				<verse number="20">د صادق ژبه خالص سپين زر وى، خو د بدکاره زړۀ بې‌اهميته وى.</verse>
				<verse number="21">د صادق د خولې کلام ډېرو خلقو له فائده ورکوى، خو کم عقل د ناپوهۍ په وجه مړ شى.</verse>
				<verse number="22">د مالِک خُدائ برکت انسان مالداره کوى، او په کښې هيڅ قسم غم نۀ سېوا کوى.</verse>
				<verse number="23">کم عقل د غلط کار نه خوند اخلى، خو هوښيار سړے د حِکمت نه خوند اخلى.</verse>
				<verse number="24">د کوم شى نه چې بدکاره يريږى نو هم هغه به يې راګېر کړى، خو صادق چې د کوم شى خواهش وکړى هغه به ورله ورکړے شى.</verse>
				<verse number="25">هرکله چې طوفان راشى نو بدکاره جارُو کړى، خو صادق به د تل دپاره قائم وى.</verse>
				<verse number="26">لکه څنګه چې سرکه غاښونه برېښوى او لوګے سترګې ترخوى، نو دغه شان ناراسته د خپل مالِک دپاره دے.</verse>
				<verse number="27">د مالِک خُدائ يره عمر اوږدوى، خو د شرير عمر به لنډ وى.</verse>
				<verse number="28">د صادق اُميد خوشحالى ده، خو د بدکاره طمع به پوره نۀ شى.</verse>
				<verse number="29">د مالِک خُدائ لارې د صادقانو پناه ګاه وى، خو د هغه خلقو دپاره تباهى وى څوک چې بدکارونه کوى.</verse>
				<verse number="30">صادق به کله هم د بېخ نه ختم نۀ شى، خو بدکاره به په زمکه پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="31">د صادق د خولې نه د عقل او حِکمت خبرې راوځى، خو کږه ژبه به پرې کړے شى.</verse>
				<verse number="32">د صادق شونډې په دې پوهيږى چې کومه خبره د منلو او په ځائ ده، خو د بدکاره د خولې نه صرف غلطې خبرې راوځى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">مالِک خُدائ د تلې د غلط استعمال نه نفرت کوى، خو هغه په صحيح ناپ تول خوشحاليږى.</verse>
				<verse number="2">کله چې په انسان کښې غرور راشى نو په هغۀ رسوائى راشى، خو د عاجزۍ سره حِکمت راځى.</verse>
				<verse number="3">د صادقانو ايماندارى د هغوئ لارښودنه کوى، خو بې‌ايمانه په خپلې بې‌ايمانۍ تباه دى.</verse>
				<verse number="4">د عدالت په ورځ به مال دولت په کار نۀ راځى، خو صداقت به ستاسو ژوند بچ کړى.</verse>
				<verse number="5">د صادقانو صداقت د هغوئ لار سموى، خو بدعمله به د خپلې بدعملۍ لاندې راګېر شى.</verse>
				<verse number="6">د صادقانو صداقت هغوئ بچ کوى، خو بې‌ايمانه خپل لالچ کښې ګېر شى.</verse>
				<verse number="7">کله چې يو بدعمله مرى، د هغۀ اُميد ختم شى. هر څومره اُميدونه چې هغه د خپل مال د طاقت نه لرى هغه پناه شى.</verse>
				<verse number="8">صادق سړے د تکليفونو نه خلاص وى، او دا تکليفونه د هغوئ په ځائ په بدعمله خلقو باندې راځى.</verse>
				<verse number="9">په خپلو خبرو سره کافر خپل ګاونډيان تباه کوى، خو صادق به د خپل عِلم په ذريعه بچ شى.</verse>
				<verse number="10">کله چې صادقان برکتى شى نو ټول ښار په هغوئ خوشحالى کوى، او کله چې بدعمله هلاک شى نو د خوشحالۍ چغې راوچتې شى.</verse>
				<verse number="11">د صادقانو د برکت په وجه ښار آباديږى، خو د بدعمله په خبرو هغه تباه کيږى.</verse>
				<verse number="12">هغه څوک چې کم عقل وى نو خپل ګاونډى ته سپک ګورى، خو هوښيار او پوهه سړے خپله ژبه قابو کښې ساتى.</verse>
				<verse number="13">غېبت کوونکے د نورو راز خوروى، خو قابل اعتماد کس راز پټ ساتى.</verse>
				<verse number="14">خو بغېر د رهنمايۍ نه په يو قوم باندې زوال راځى، خو ډېر مشوره ورکوونکى کاميابى يقينى کوى.</verse>
				<verse number="15">کۀ چرې څوک د يو ناپېژندګلو کس ضمانت وکړى نو په يقين سره به دا کس تاوانى شى، او کۀ څوک چا ته د ضمانت لاس ورنۀ کړى نو هغه به بچ پاتې شى.</verse>
				<verse number="16">يوه رحمدله ښځه عزت او احترام ګټى، خو بې‌رحمه سړى مال دولت ګټى.</verse>
				<verse number="17">يو رحمدله کس خپل ځان ته فائده ورکوى، خو ظالم سړے خپل ځان په تکليفونو کښې راګېروى.</verse>
				<verse number="18">بدکاره سړے په دوکه مال ګټى، خو هغوئ څوک چې د صداقت کرونده کوى نو حقيقى اجر به ومومى.</verse>
				<verse number="19">رښتينے صادق سړے به ژوندے پاتې شى، خو هغوئ څوک چې شرارت کوى نو خپل مرګ ته روان دى.</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ د هغوئ نه نفرت کوى د چا زړونه چې کاږۀ وى، خو هغه د هغوئ سره مينه کوى د چا چال چلن چې بې‌داغه وى.</verse>
				<verse number="21">په دې يقين وکړئ، چې بدکاران به بې‌سزا پاتې نۀ شى، خو هغوئ څوک چې صادقان دى هغوئ به آزاد وى.</verse>
				<verse number="22">د تميز نه بغېر يوه ښُکلې ښځه داسې وى لکه د سرو زرو نتکۍ چې د خنزير په پوزه وى.</verse>
				<verse number="23">د نېکانو اُميدونه په ښۀ څيزونو سره سر ته رسيږى، خو د بدکارانو اُميد صرف د غضب په طرف وى.</verse>
				<verse number="24">يو کس چې سخاوت کوى، نو نور هم مالداره کيږى، خو يو بل کس چې کنجوس وى نو نور به هم غريب شى.</verse>
				<verse number="25">يو سخى سړے به مالداره شى، او يو کس چې نور تازه کوى نو په خپله به هم تازه شى.</verse>
				<verse number="26">خلق د هغه چا نه نفرت کوى څوک چې د ګرانۍ دپاره غله ذخيره کوى، خو د هغه چا خير غواړى څوک يې چې خرڅوى.</verse>
				<verse number="27">کۀ چرې تۀ خير غواړې نو تۀ به خير ومومې، خو شر هغه چا ته ورسيږى څوک يې چې لټون کوى.</verse>
				<verse number="28">څوک چې په خپل دولت باندې اعتبار کوى نو هغه به پرېوځى، خو صادقان به د شنو پاڼو په شان تازه وى.</verse>
				<verse number="29">څوک چې د خپل خاندان دپاره مصيبت پېدا کوى نو په ميراث کښې به ورته هوا پاتې شى، او کم عقل به د هوښيار نوکر وى.</verse>
				<verse number="30">د صداقت مېوه د ژوندون ونه ده، خو هوښيار سړے زړونه ګټى.</verse>
				<verse number="31">کۀ چرې صادقانو ته په زمکه د دوئ د کردار اجر ملاويږى، نو د بدعمله او ګناهګارانو به څۀ حال وى؟</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">څوک چې اصلاح سره مينه لرى هغه د پوهې سره مينه لرى، خو چې څوک اصلاح نه نفرت کوى هغه کم عقل دے.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ د ښۀ سړى نه خوشحاله وى، خو مالِک خُدائ هغه کسان رد کوى چې د بدو منصوبې جوړوى.</verse>
				<verse number="3">انسان د بدعملۍ په ذريعه قائم نۀ شى جوړېدے، خو د صادقانو جرړه به کله هم نۀ ختميږى.</verse>
				<verse number="4">يوه پاک لمنه ښځه د خپل خاوند د سر تاج وى، خو يوه بې‌حيا ښځه د هغۀ په هډوکو کښې لکه د ناسور په شان وى.</verse>
				<verse number="5">د صادقانو منصوبې د اِنصاف وى، خو د بدعملو په نصيحت کښې هم دوکه وى.</verse>
				<verse number="6">د بدعمله خلقو خبرې د وينو توېدلو په طمع وى، خو د صادقانو خبرې د هغوئ ژوند بچ کوى.</verse>
				<verse number="7">بدعمله خلق مړۀ شى او فنا شى، خو د صادقانو خاندان کلک ولاړ وى.</verse>
				<verse number="8">د سړى د خپل حِکمت په مطابق صِفت کيږى، خو د خراب ذهن لرونکى سپک کيږى.</verse>
				<verse number="9">دا ښۀ خبره ده چې انسان عام کس وى او نوکر يې وى، په ځائ د دې چې ځان ته څۀ وائى او د لوږې مرى.</verse>
				<verse number="10">صادق انسان د خپلو ځناورو د ضرورتونو خيال ساتى، خو د شرير ښۀ عمل هم د ظلم نه ډک وى.</verse>
				<verse number="11">څوک چې په خپله زمکه کښې محنت کوى نو هغۀ سره به ډېر خوراک وى، خو څوک چې بې‌کاره منصوبو پسې ګرځى کم عقل دى.</verse>
				<verse number="12">بدعمله د بې‌دينه خلقو د لوټ شوى مال خواهش کوى، خو د صادقانو جرړې خوريږى.</verse>
				<verse number="13">بد کاره سړے په خپلو خبرو کښې راګېر شى، خو صادق انسان د مصيبت نه بچ کيږى.</verse>
				<verse number="14">انسان د خپلو شونډو په مېوه په ښۀ څيزونو مړيږى، لکه څنګه چې د هغۀ د لاسونو محنت دۀ له اجر ورکوى.</verse>
				<verse number="15">کم عقلو ته خپل چال چلن ښۀ ښکارى، خو هوښيار سړے نصيحت ته غوږ نيسى.</verse>
				<verse number="16">کم عقل انسان خپله غصه زر ښکاره کوى، خو هوښيار سړے بې‌عزتى هم نظر انداز کوى.</verse>
				<verse number="17">رښتينے ګواه په صداقت سره ګواهى کوى، خو دروغژن ګواه دروغ وائى.</verse>
				<verse number="18">د بې‌پرواهۍ خبرې د تُورې په شان غوڅول کوى، خو د عقلمند ژبه پرهرونو له شفا ورکوى.</verse>
				<verse number="19">رښتينې خبرې د تل دپاره قائمې وى، خو د دروغو مزے لنډ وى.</verse>
				<verse number="20">څوک چې د بدو منصوبې جوړوى نو د هغوئ په زړونو کښې دوکه وى، خو خوشحالى د هغه چا دپاره ده څوک چې امن راولى.</verse>
				<verse number="21">صادقانو ته به هيڅ نقصان نۀ رسيږى، خو بدکاران به د مصيبت نه ډک وى.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ د دروغژونو شونډو نه نفرت کوى، خو هغه د هر هغه چا نه خوشحاله وى څوک چې رښتينى وى.</verse>
				<verse number="23">هوښيار خپل عِلم نۀ څرګندوى، خو کم عقل خلق خپل جهالت ښکاره کوى.</verse>
				<verse number="24">محنتى لاسونه به حکومت کوى، خو ناراستى به دې غلام کړى.</verse>
				<verse number="25">اندېښمن زړۀ انسان لاندې کوى، خو نرمې او د ډاډ خبرې به هغه خوشحاله کړى.</verse>
				<verse number="26">صادق انسان په دوستانه کښې احتياط کوى، خو د بدعمله چال چلن يې په غلطه لار بوځى.</verse>
				<verse number="27">ناراسته انسان خپل ښکار هم نۀ پخوى، خو محنتى انسان خپل مال دولت اضافه کوى.</verse>
				<verse number="28">د صداقت په لاره کښې ژوندون دے، په دغه لار کښې مرګ نشته.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">هوښيار زوئ د خپل پلار تربيت قبلوى، خو يو جاهله انسان ملامتيا ته غوږ نۀ نيسى.</verse>
				<verse number="2">ښۀ انسان د خپلې خولې د مېوې نه د ښۀ څيزونو خوند اخلى، خو د غدارانو زړونه د ظلم کولو خواهش کوى.</verse>
				<verse number="3">څوک چې خپله ژبه په قابو کښې ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى، خو چې څوک نۀ ساتى نو هغه به تباه شى.</verse>
				<verse number="4">يو ناراسته کس ډېر څۀ غواړى خو څۀ ورته نۀ ملاويږى، خو د محنت کوونکى خواهش تر سره کيږى.</verse>
				<verse number="5">صادقان د دروغو نه نفرت کوى، خو د بدعملو کارونه د بې‌شرمۍ او بې‌عزتۍ سبب کيږى.</verse>
				<verse number="6">صداقت د نېکو خلقو لارې ساتى، خو شرارت بدعمله تباه کوى.</verse>
				<verse number="7">يو انسان خپل ځان داسې ښائى چې ګنې مالداره دے خو هيڅ هم نۀ لرى، خو يو بل انسان خپل ځان غريب ښائى، خو په اصل کښې ډېر زيات مالداره وى.</verse>
				<verse number="8">د يو انسان مال دولت کېدے شى چې د هغۀ د ژوند فديه ورکړى، خو غريب انسان ته خو څوک دهمکى قدرې هم نۀ ورکوى.</verse>
				<verse number="9">د صادقانو رڼا ډېره ځليږى، خو د بدعملو ډيوه په مړه کېدو ده.</verse>
				<verse number="10">غرور صرف لانجه پېدا کوى، خو حِکمت په هغوئ کښې وى څوک چې نصيحت منى.</verse>
				<verse number="11">حرام مال دولت به زر ختم شى، خو هغه څوک چې په ورو ورو مال جمع کوى هغوئ به دا اضافه کړى.</verse>
				<verse number="12">هغه اُميد چې په وخت پوره نۀ شى نو زړۀ بيماروى، خو کوم خواهش چې پوره کيږى نو هغه د ژوندون ونه ده.</verse>
				<verse number="13">څوک چې ښۀ نصيحت ته سپک وګورى هغوئ به نقصانى شى، خو چې څوک د حُکم احترام کوى هغوئ ته به اجر مِلاو شى.</verse>
				<verse number="14">د هوښيارانو تعليم د ژوند سرچينه وى، کوم چې انسان د مرګ د دامونو نه بچ کوى.</verse>
				<verse number="15">ښۀ پوهه د انسان دپاره عزت پېدا کوى، خو د بې‌ايمانانو لارې سختې وى.</verse>
				<verse number="16">هر هوښيار سړے کار په حِکمت سره کوى، خو کم عقل د خپل جهالت اظهار کوى.</verse>
				<verse number="17">يو بدعمله پېغام وړونکے په مصيبت کښې راګېريږى، خو اعتمادى پېغام وړونکے د شفا باعث جوړيږى.</verse>
				<verse number="18">څوک چې تربيت نظر انداز کوى هغوئ به غريب او شرمنده شى، خو څوک چې نصيحت قبلوى هغه به عزتمند شى.</verse>
				<verse number="19">کوم خواهش چې پوره شى نو دا روح دپاره ډېر خوږ وى، خو کم عقل د بدکارۍ د اوړېدو نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="20">څوک چې هوښيارانو سره ګرځى هغه هوښياريږى، خو د کم عقلو دوستانه نقصان ورکوى.</verse>
				<verse number="21">مصيبت په ګناهګارو پسې روان وى، خو سوکالى د صادقانو اجر دے.</verse>
				<verse number="22">يو ښۀ انسان د خپل نسل دپاره ميراث پرېږدى، خو د ګناهګارو مال دولت صادقانو ته حواله کيږى.</verse>
				<verse number="23">د غريب سړى پټى به ډېره غله پېدا کوى، خو بې‌اِنصافى به دا هر څۀ جارُو کوى.</verse>
				<verse number="24">هغه څوک چې خپل زوئ نه د تربيت چوکه لرې ساتى هغه د هغۀ نه نفرت کوى، خو هغه څوک چې ورسره مينه کوى هغوئ يې په تربيت ورکولو کښې احتياط کوى.</verse>
				<verse number="25">صادقان په مړه خېټه ډوډۍ خورى، خو د بدعملو خېټه اوږى وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">هوښياره ښځه خپل کور آبادوى، خو کم عقله ښځه يې په خپلو لاسونو ورانوى.</verse>
				<verse number="2">څوک چې په نېغه لار ځى هغه د مالِک خُدائ نه يريږى، خو چې څوک په غلطه لار ځى هغه يې سپک ګڼى.</verse>
				<verse number="3">د کم عقل د خبرو نه يو ډنډا جوړه شى چې هغه وهى، خو د هوښيارانو خبرې هغوئ بچ ساتى.</verse>
				<verse number="4">چرته چې غوَيى نۀ وى هلته اخور خالى وى، خو د غوَيى د طاقت په وجه ډېر فصل پېدا کيږى.</verse>
				<verse number="5">يو رښتينے ګواه دروغ نۀ وائى، خو يو دروغژن ګواه ډوزې وولى.</verse>
				<verse number="6">مسخره کوونکى حِکمت لټوى او هيڅ نۀ مومى، خو حِکمت آسانۍ سره تميز دارو له راځى.</verse>
				<verse number="7">د کم عقلو نه لرې اوسه، ځکه چې تۀ به د هغۀ د خولې نه حِکمت حاصل نۀ کړې.</verse>
				<verse number="8">د هوښيار حِکمت دا دے چې خپلو لارو ته سوچ وکړى، خو د کم عقل کم عقلتوب هغه بې‌لارې کوى.</verse>
				<verse number="9">کم عقل خپلې د ګناه د تاوان د نذرانې پورې خندا کوى، خو صادقان د مالِک خُدائ رضا حاصلوى.</verse>
				<verse number="10">هر څوک په خپل خفګان ښۀ پوهيږى، او نور هيڅوک د هغۀ په خوشحالۍ نۀ پوهيږى.</verse>
				<verse number="11">د بدعمله کور به تباه شى، خو د صادقانو خېمه به آباده شى.</verse>
				<verse number="12">د هر کس په وړاندې يوه لار وى چې هغۀ ته ښۀ ښکارى خو په آخر کښې د دې خاتمه مرګ وى.</verse>
				<verse number="13">په خندا کښې هم زړۀ خفه کيږى او خوشحالۍ نه وروستو هم خفګان پاتې شى.</verse>
				<verse number="14">بې‌ايمانان چې د څۀ حقدار وى هغه به ورته مِلاو شى او نېک انسان ته به د دۀ د اعمالو په مطابق اجر مِلاو شى.</verse>
				<verse number="15">يو ساده سړے په هر څۀ باندې يقين کوى، خو هوښيار په هر قدم اوچتولو سوچ کوى.</verse>
				<verse number="16">هوښيار احتياط کوى او د غلط کار نه ځان بچ ساتى، خو کم عقل په خپل ځان غاوره وى او د هيڅ پرواه نۀ کوى.</verse>
				<verse number="17">تاوجن خلق کم عقل کارونه کوى، او د چالاکه انسان نه خلق نفرت کوى.</verse>
				<verse number="18">ساده ګان په ميراث کښې کم عقلتوب پرېږدى، خو هوښيارانو ته د عِلم تاج ورپه سر وى.</verse>
				<verse number="19">بدکاره انسانان به د نېکانو په حضور کښې، او شريران به د صادقانو په دروازو کښې په سجده شى.</verse>
				<verse number="20">غريب د هيچا خوښ نۀ وى، تر دې چې خپل ګاونډيان يې هم نۀ خوښوى، خو مالداره ډېر دوستان لرى.</verse>
				<verse number="21">هغه څوک چې خپل ګاونډى سپک ګڼى ګناه کوى، خو بختور دے هغه څوک چې په غريب رحم کوى.</verse>
				<verse number="22">کۀ څوک بدې ارادې لرى، هغه به ګمراه شى، کۀ څوک نېکې ارادې لرى، هغه به مينه او وفا ومومى.</verse>
				<verse number="23">ټول سخت کارونه فائده ورکوى، خو د تشو خبرو په وجه غربت راځى.</verse>
				<verse number="24">د هوښيارانو مال دولت د دوئ تاج دے، خو د ناپوهه هار صرف کم عقلتوب دے.</verse>
				<verse number="25">يو رښتونے ګواه ژوند بچ کوى، خو دروغژن ګواه دوکه مار وى.</verse>
				<verse number="26">هغه څوک چې د مالِک خُدائ نه يره کوى هغه به د هغۀ محفوظه قلعه وى، او د هغۀ ماشومانو ته به دا پناه ګاه وى.</verse>
				<verse number="27">د مالِک خُدائ يره د ژوندون سرچينه ده، کوم چې انسان د مرګ د دامونو نه ساتى.</verse>
				<verse number="28">په ګڼو خلقو د بادشاه عزت جوړ وى، او د خلقو نشتوالے د شهزاده تباهى ده.</verse>
				<verse number="29">صبرناک سړے لويه پوهه لرى، خو غصه ناک سړے خپل کم عقلتوب په ګوته کوى.</verse>
				<verse number="30">پُرسکونه زړۀ بدن له ژوندون ورکوى، خو حسد هډُوکى بوسه کوى.</verse>
				<verse number="31">څوک چې په غريبانانو ظلم کوى نو دا د هغوئ د خالِق بې‌عزتى کوى، خو څوک چې په ضرورتمند رحم کوى د خُدائ پاک احترام کوى.</verse>
				<verse number="32">بدکاران په خپلو بدو عملونو سره خپل ځان تباه کوى، خو تر دې چې صادقان په مرګ کښې هم پناه ګاه لرى.</verse>
				<verse number="33">د هوښيارانو په زړۀ کښې حِکمت ځائ نيسى، خو تر دې چې حِکمت په کم عقلو کښې هم خپل ځان ښکاره کوى.</verse>
				<verse number="34">صداقت سره قوم عظيم شى او ګناه د هر چا دپاره رسوائى ده.</verse>
				<verse number="35">بادشاه په هوښيار نوکر خوشحاليږى، خو هغه څوک چې شرمېدلى کارونه کوى د هغۀ قهر راوچتوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">نرم جواب غصه سړوى، خو سخته خبره غصه لمبه کوى.</verse>
				<verse number="2">د هوښيارانو ژبه عِلم خوندور کوى، خو د بې‌وقوفه خولۀ د کم عقلتوب سرچينه ده.</verse>
				<verse number="3">د مالِک خُدائ سترګې هر چرته موجودې دى، هغه ښۀ او بد دواړو باندې نظر ساتى.</verse>
				<verse number="4">نرمه ژبه د ژوندون ونه ده، خو ټګماره ژبه روح ماتوى.</verse>
				<verse number="5">کم عقل د خپل پلار تربيت ته سپک ګورى، خو هر هغه څوک چې اصلاح قبلوى نو هغه هوښيار دے.</verse>
				<verse number="6">د صادق په کور کښې لويه خزانه وى، خو د بدکاره ګټه هغوئ ته تکليف ورکوى.</verse>
				<verse number="7">د هوښيارانو شونډې عِلم خوروى، خو د بې‌عقله په زړۀ کښې داسې څۀ نۀ وى.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ د بدکارانو د چال چلن نه نفرت کوى، خو هغه د هغوئ سره مينه کوى څوک چې صداقت پسې روان وى.</verse>
				<verse number="10">د هغه چا به سخت تربيت وشى څوک چې صحيح لاره پرېږدى، څوک چې د اِصلاح کولو نه نفرت کوى نو هغه به مړ شى.</verse>
				<verse number="11">دا چې عالمِ ارواح او دوزخ دواړه مالِک خُدائ ته ښکارى، نو د انسان زړۀ به ورته څومره زيات څرګند وى؟</verse>
				<verse number="12">مسخره کوونکى اصلاح نۀ خوښوى، نو ځکه چې د هوښيارانو سره مشوره نۀ کوى.</verse>
				<verse number="13">خوشحاله زړۀ مخ شادابه ښائى، خو پرېشانه زړۀ د انسان روح ماتوى.</verse>
				<verse number="14">د هوښيارانو زړۀ د عِلم لټون کوى، خو د کم عقل خولۀ په ناپوهۍ کښې څريږى.</verse>
				<verse number="15">د مظلومانو د ژوند ټولې ورځې خرابې وى، خو خوشحاله زړۀ هر وخت جشن کوى.</verse>
				<verse number="16">د مالِک خُدائ په يره کښې لږ آمدن غوره دے، د هغه ډېر مال دولت نه چې سکون په کښې نۀ وى.</verse>
				<verse number="17">دال ساګ دې وى خو چې مينې سره وى، کۀ چرګ وى او نفرت ورسره وى نو فائده يې څۀ ده.</verse>
				<verse number="18">غصه ناک سړے صرف لانجه جوړوى، خو صبرناک سړے جنګونه سړوى.</verse>
				<verse number="19">د ناراسته لار د ازغو ډکه وى، خو د نېکانو لارې لکه د پوخ سړک په شان وى.</verse>
				<verse number="20">هوښيار زوئ د خپل پلار دپاره د خوشحالۍ ذريعه ده، خو بې‌وقوفه خپلې مور ته سپک ګورى.</verse>
				<verse number="21">کم عقلتوب هغه سړے خوشحالوى څوک چې ناپوهه وى، خو هوښيار سړے په سيدها لار روان وى.</verse>
				<verse number="22">چرته چې صلاح مشوره نۀ وى نو هلته منصوبې ناکامه شى، خو د ډېرو مشوره ورکوونکو په ذريعه کاميابې حاصليږى.</verse>
				<verse number="23">انسان په مناسب جواب ورکولو خوشحاليږى، په مناسب وخت کښې ټيک خبره کول څومره ښۀ وى.</verse>
				<verse number="24">د هوښيارانو لار هغه بره د ژوندون طرف ته بوځى، چې هغه قبر ته لاندې د تلو نه وساتى.</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ د مغرور کور سر د لاندې راغورزوى، خو هغه د کونډې جائيداد محفوظ ساتى.</verse>
				<verse number="26">مالِک خُدائ د بدو منصوبو نه نفرت کوى، خو هغه په پاکو خبرو خوشحاليږى.</verse>
				<verse number="27">لالچى خپل خاندان ته مصيبت ورپه برخه کوى، خو هغه څوک چې د رشوت نه نفرت کوى هغوئ به ژوندى پاتې شى.</verse>
				<verse number="28">صادقان د جواب ورکولو نه وړاندې سوچ کوى، خو د بدکاره خولۀ فساد نولى.</verse>
				<verse number="29">مالِک خُدائ د بدعمله خلقو نه لرې وى، خو هغه د صادقانو دُعاګانې اورى.</verse>
				<verse number="30">روڼ تندے زړۀ ته خوشحالى ورکوى، او ښۀ زيرے بدن تازه کوى.</verse>
				<verse number="31">هغه څوک چې ښې رټنې ته غوږ نيسى، نو هغوئ به په هوښيارانو کښې وشميرلے شى.</verse>
				<verse number="32">هغه څوک چې تربيت رد کوى د خپل ځان سپکاوے کوى، خو هغه څوک چې تربيت قبلوى نو دے عقلمندى حاصلوى.</verse>
				<verse number="33">د مالِک خُدائ يره حِکمت پېدا کوى، عاجزى د عزت وړومبے قدم دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">انسان په خپل زړۀ کښې منصوبې جوړوى، خو د هغوئ فېصلې مالِک خُدائ کوى.</verse>
				<verse number="2">د انسان په نظر کښې د هغۀ ټولې لارې هغۀ ته پاکې ښکارى، خو مالِک خُدائ د هغۀ نيت آزمائى.</verse>
				<verse number="3">هر يو کار چې تۀ کوې هغه مالِک خُدائ ته سپاره، نو ستا منصوبې به کاميابې شى.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ هر څۀ د خپل مقصد د پوره کولو دپاره پېدا کړى دى، تر دې چې بدکاران يې هم د تباهۍ د ورځې دپاره پېدا کړى دى.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ د ټولو مغروره خلقو نه نفرت کوى. په دې يقين لرئ چې دوئ به بې‌سزا پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="6">د مينې او وفا په ذريعه ګناهونه وينځلے کيږى، د مالِک خُدائ يره انسان د بدو کارونو نه بچ کوى.</verse>
				<verse number="7">کله چې مالِک خُدائ د چا د کردار نه خوشحاله وى، نو د هغۀ دشمنان به هم د هغۀ په امن کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="8">په صداقت سره لږه ګټه ښۀ ده د هغه ډيرې ګټې نه چې په بې‌اِنصافۍ وى.</verse>
				<verse number="9">انسان په خپل زړۀ کښې ځان ته د تګ لاره جوړوى، خو مالِک خُدائ د هغۀ د قدمونو رهنمائى کوى.</verse>
				<verse number="10">د بادشاه خبرې درنې وى، نو په کار دے چې هغه اِنصاف پټ نۀ کړى.</verse>
				<verse number="11">صحيح تله او ناپ کول د مالِک خُدائ د طرفه دى، هغۀ د اِنصاف معيار قائم کړے دے.</verse>
				<verse number="12">بادشاهان د غلط کارونو نه نفرت کوى، ځکه چې د هغوئ تخت د صداقت په بنياد جوړ دے.</verse>
				<verse number="13">بادشاهان د رښتينو شونډو نه خوشحاليږى، او هغوئ هغه انسان سره مينه کوى څوک چې رښتيا وائى.</verse>
				<verse number="14">د بادشاه غضب د مرګ پېغام دے، خو هوښيار انسان به د هغۀ قهر سړوى.</verse>
				<verse number="15">هر کله چې د بادشاه تندے روڼ وى نو دا د ژوندون زېرے دے، نو په دې وخت کښې د هغۀ رحم داسې وى لکه د سپرلى وريځې چې باران ورَوى.</verse>
				<verse number="16">د حِکمت حاصلول د سرو زرو نه څو چنده ښۀ دے، او د عقل حاصلول د سپينو زرو نه څو چنده ښۀ دے.</verse>
				<verse number="17">د نېکانو لارې د هر قسم غلط کار نه لرې وى. هر هغه څوک چې د خپلو لارو خيال ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى.</verse>
				<verse number="18">غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.</verse>
				<verse number="19">د انسان دپاره دا بهتره ده چې عاجز خويه وى او د مظلومانو سره ناسته پاسته کوى، د دې په ځائ چې د مغرورانو په غنيمتونو کښې شريک شى.</verse>
				<verse number="20">هر څوک چې لارښودنو ته توجو ورکړى نو کامياب به وى، او بختور دے هغه څوک چې په مالِک خُدائ باور کوى.</verse>
				<verse number="21">څوک چې هوښيار وى هغه تميزدار ګڼلے شى، نرمې خبرې په هدايت کولو کښې ښۀ اثر کوى.</verse>
				<verse number="22">د هغه چا دپاره حِکمت د ژوند سرچينه ده څوک يې چې لرى. خو کم عقلتوب د بې‌وقوفه دپاره د سزا باعث کيږى.</verse>
				<verse number="23">د قابل سړى‎‎‎‎‎‎‎‎‎ ‎زړۀ ‎‎د هغۀ خولۀ قابو کوى، او د هغۀ کلام موثر کوى.</verse>
				<verse number="24">نرمې خبرې د شاتو د ګبين په شان وى، د ځان دپاره خوږې او د هډوکو دپاره درمان وى.</verse>
				<verse number="25">يوه داسې لار شته چې انسان ته صحيح ښکارى، خو په آخر کښې هغه د مرګ طرف ته تلې وى.</verse>
				<verse number="26">د مزدور لوږه هغه په کار لګيا کوى، ځکه چې هغه خپله لوږه ختمول غواړى.</verse>
				<verse number="27">بدعمله داسې کار لټوى چې نورو ته ترې نه تکليف ورسيږى، د هغوئ خبرې هم سوزونکے اور ورَوى.</verse>
				<verse number="28">بدکاره انسان لانجه جوړوى، چغلخور نزدې دوستان په خپلو کښې جدا کوى.</verse>
				<verse number="29">ظالمان خپل دوستان بې‌لارې کوى او د تباهۍ طرف ته يې بوځى.</verse>
				<verse number="30">هر هغه څوک چې سترګې وروځې وهى هغه کږې وَږې منصوبې جوړوى، او څوک چې خپلې شونډې مروړى نو هغه په غلطو منصوبو سر شوى وى.</verse>
				<verse number="31">سپين وېښتۀ د عزت تاج دے، کوم چې د صداقت د ژوندون نه حاصليږى.</verse>
				<verse number="32">صبرناک انسان د يو طاقتور سپاهى نه بهتر دے، څوک چې په خپله غصه قابو ساتى، د هغه چا نه بهتر دے چې يو ښار فتح کوى.</verse>
				<verse number="33">انسان خو مېدان ته چکه ولى، خو د هر چا فېصله د مالِک خُدائ په لاس کښې وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">د سکون سره سپوره روټۍ بهتره ده د هغې کور نه چې په کښې ښۀ خوراکونه د لانجو سره وى.</verse>
				<verse number="2">يو هوښيار نوکر به د مالِک په شرمېدلى زوئ باندې حُکم چلوى، او په ميراث کښې به ورته حِصه هم لکه د يو ورور په شان مِلاو شى.</verse>
				<verse number="3">سرۀ زر او سپين زر په اور معلومولے شى، خو زړونه مالِک خُدائ معلوموى.</verse>
				<verse number="4">بدکاره انسان خرابو خبرو ته غوږ نيسى او دروغژن غېبت ته توجو ورکوى.</verse>
				<verse number="5">هر هغه څوک چې په غريبانانو پورې خندا کوى، نو د هغۀ د خالِق بې‌عزتى کوى او هر هغه څوک چې د چا په بدبختۍ خوشحاليږى نو دے به هم بې‌سزا پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="6">نمسى د خپلو مشرانو دپاره تاج وى، او ماشومان په مور پلار فخر کوى.</verse>
				<verse number="7">کۀ هوښيارې خبرې د يو کم عقل دپاره نامناسبه وى، نو د يو بادشاه دپاره به دروغژنې شونډې څومره نامناسبه وى.</verse>
				<verse number="8">رشوت د ورکوونکى دپاره د جادو په شان وى، ځکه هغه چې هر څۀ کوى نو کاميابيږى.</verse>
				<verse number="9">هر هغه څوک چې د نورو خطاګانې معاف کوى نو مينې ته وده ورکوى، خو هر هغه څوک چې يوه خبره بار بار تکراروى نو نزدې دوستان سره جدا کوى.</verse>
				<verse number="10">يو هوښيار کس په يو ځل تنبيه کولو سره دومره زيات متاثره کيږى، نه چې يو کم عقل په سلو کوړو.</verse>
				<verse number="11">بدکاره صرف سرکشۍ پسې ليونى وى، خو دوئ ته به سخته سزا مِلاو شى.</verse>
				<verse number="12">دا بهتره ده چې د هغې مېلوګى سره دې واسطه راشى چې بچى ترې چا پټ کړى وى په ځائ د دې چې يو بې‌وقوفه په خپل کم عقلتوب ټينګار کوى.</verse>
				<verse number="13">کۀ چرته يو انسان د ښو په بدل کښې بد کوى، نو د هغۀ د کور نه به هيڅکله بدى ختمه نۀ شى.</verse>
				<verse number="14">د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نۀ شى نو دا زر ختم کړه.</verse>
				<verse number="15">بدعمله کس پرېښودل، او بې‌ګناه له سزا ورکول، مالِک خُدائ د دې دواړو کارونو نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="16">په کم عقل د خرچې کولو څۀ فائده نشته، ځکه چې هغه په خپله د عقل زده کولو خواهش نۀ کوى.</verse>
				<verse number="17">دوست په هر وخت کښې مينه کوى، او ورور هغه دے چې په مصيبت کښې په کار راشى.</verse>
				<verse number="18">څوک چې کم عقل وى خپل لاس د ګاونډى په ځائ په ضمانت کښې بل له ورکوى.</verse>
				<verse number="19">هر هغه څوک چې د جنګ جګړو سره مينه کوى د ګناه سره مينه کوى، هر هغه څوک چې په لوړه ګرځى نو تباهۍ له دعوت ورکوى.</verse>
				<verse number="20">هر څوک چې بد ګُمانه وى نو هغه به برکت ونۀ مومى، د چا ژبه چې دوکه ماره وى په مصيبت کښې به راګېر شى.</verse>
				<verse number="21">د چا په کور کښې چې بې‌وقوفه زوئ پېدا شى نو په کور کښې غم او پرېشانۍ راولى، د بې‌وقوفه د پلار دپاره خوشحالى نشته.</verse>
				<verse number="22">خوشحاله زړۀ د ټول بدن دپاره ښۀ دوائى ده، خو مات زړۀ هډُوکى هم اوچوى.</verse>
				<verse number="23">بدکاران په پټه رشوت اخلى د اِنصاف په لاره کښې دوئ مداخلت پېدا کوى.</verse>
				<verse number="24">د يو پوهه انسان مقصد د عقل حاصلول وى، خو د بې‌وقوفه لټون بې‌مقصده وى.</verse>
				<verse number="25">کم عقل زوئ د خپل پلار د غم باعث وى، او د تريخوالى باعث د هغه چا دپاره وى د چا نه چې پېدا وى.</verse>
				<verse number="26">يو بې‌ګناه له سزا ورکول ښۀ خبره نۀ ده، او نۀ يو شريف له د هغۀ د شرافت په وجه کوړې ورکول ښۀ خبره ده.</verse>
				<verse number="27">يو هوښيار ډيرې کمې خبرې کوى، او يو پوهه کس نرمې خبرې کوى.</verse>
				<verse number="28">تر دې چې يو کم عقل هم هوښيار ګڼلے شى کله چې دے غلے وى، او تميزدار ښکارى کۀ چرې دے خپله خولۀ بنده ساتى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">بې‌خونده کس هر څۀ د خپلې خوښې په مطابق کوى، او د هرې صحيح فېصلې مخالفت کوى.</verse>
				<verse number="2">کم عقل د پوهې نه خوند نۀ شى اخستے، خو هغه په خپلو نظريو څرګندولو خوشحاليږى.</verse>
				<verse number="3">کله چې بدکارى راشى نو رسوائى هم راځى، او د شرم سره سپکوالے راځى.</verse>
				<verse number="4">د انسان د خولې خبرې لکه ژورې اوبۀ دى، او د حِکمت چينه لکه بهېدونکې وله ده.</verse>
				<verse number="5">دا ښۀ خبره نۀ ده چې د مجرم طرفدارے وشى يا بې‌ګناه د اِنصاف نه محروم شى.</verse>
				<verse number="6">د کم عقل خبرې جنګ جوړوى، او خپل ځان وهلو ته جوړوى.</verse>
				<verse number="7">د کم عقل خولۀ د هغۀ خپله تباهى ده، او د هغۀ خبرې د هغۀ د خپل ځان دام دے.</verse>
				<verse number="8">د غېبت کوونکى خبرې لکه د خوندور خوراک په شان وى، دا بلکل د سړى دننه بدن ته کوزيږى.</verse>
				<verse number="9">څوک چې په خپل کار کښې سست وى هغه لکه د هغه ورور په شان دے څوک چې تباهى راولى.</verse>
				<verse number="10">د مالِک خُدائ نوم مضبوطه قلعه ده، صادقان هلته منډه وهى او په حفاظت کښې وى.</verse>
				<verse number="11">د مالداره دولت د هغوئ دپاره د مضبوط ښار په شان وى او په دې خيال چې دا به د هغوئ د حفاظت يو اوچت دېوال وى.</verse>
				<verse number="12">د تباهۍ نه وړاندې د انسان زړۀ کښې کبر وى، خو د عزت نه وړاندې عاجزى راځى.</verse>
				<verse number="13">څوک چې د خبرې اورېدو نه مخکښې جواب ورکوى، دا د هغۀ کم عقلتوب دے او د هغۀ شرم دے.</verse>
				<verse number="14">د انسان روح بيمارى هم برداشت کولے شى، خو مات روح به څوک وزغمى؟</verse>
				<verse number="15">هوښياران تل د عِلم حاصلولو په لټون کښې وى، او د هغوئ غوږونه د عِلم زده کولو دپاره تيار وى.</verse>
				<verse number="16">تحفه د انسان دپاره لار خلاصوى، او د هغۀ لاس تر غټو خلقو پورې رسوى.</verse>
				<verse number="17">څوک چې په عدالت کښې خپله دعوىٰ اول پېش کړى نو هغه صحيح ښکارى ترڅو چې بل څوک راشى او هغۀ نه تپوسونه شروع کړى.</verse>
				<verse number="18">په پچې اچولو جنګونه ختميږى، او د مضبوطو مخالفينو په مينځ کښې جنګ ختموى.</verse>
				<verse number="19">د يو خفه شوى ورور رضا کول د يو مضبوط ښار د فتح کولو نه سخت وى، او لانجې د قلعې دروازو ته اړمونه اچوى.</verse>
				<verse number="20">د خپلې خولې په مېوه انسان خپله خېټه مړه کړى او د خپلو شونډو په فصل هغه مطمئن شى.</verse>
				<verse number="21">په ژبه کښې د مرګ او ژوند طاقت شته دے، او څوک چې دې سره مينه کوى هغوئ ته به يې نتيجه مِلاو شى.</verse>
				<verse number="22">چا ته چې ښۀ ښځه مِلاو شوه دا د هغۀ دپاره خزانه ده، او هغه ورته د مالِک خُدائ د خوا نه برکت دے.</verse>
				<verse number="23">غريب سړے د رحم دپاره مِنت زارى کوى، خو مالداره سړے په سختۍ سره جواب ورکوى.</verse>
				<verse number="24">ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">دا بهتره ده چې يو سړے غريب وى او په ايماندارۍ سره ژوند تېروى، د هغه چا نه چې دروغژن او کم عقل وى.</verse>
				<verse number="2">د عِلم نه بغېر جذبات څرګندول ښۀ نۀ دى، او بې‌صبرى لار خطا کوى.</verse>
				<verse number="3">د انسان کم عقلتوب د هغۀ ژوند تباه کوى، او بيا د هغۀ تريخوالے د مالِک خُدائ خلاف وى.</verse>
				<verse number="4">دولت ډېر دوستان پېدا کوى، خو غربت ټول دوستان د هغۀ نه شړى.</verse>
				<verse number="5">دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به بچ پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="6">ډېر خلق د حاکِم خوشامندى کوى، او هر څوک د هغه چا دوست وى څوک چې تُحفې ورکوى.</verse>
				<verse number="7">کۀ د غريب سړى نه د هغۀ رشته‌دار ډډه کوى، نو بيا به د هغۀ دوستان د هغۀ نه څومره نور هم ډډه کوى. کۀ څۀ هم چې هغه د هغوئ سره د خبرو کولو کوشش کوى، خو هغوئ ترې نه لاړ شى.</verse>
				<verse number="8">څوک چې حِکمت حاصلوى نو د خپل ځان سره مينه کوى، څوک چې پوهه خوښوى هغۀ ته برکت ملاويږى.</verse>
				<verse number="9">دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به تباه شى.</verse>
				<verse number="10">کم عقل سره عېش عشرت ښۀ نۀ ښکارى، او دا به لا څومره نامناسبه وى کۀ چرې يو غلام په شهزادګانو حکومت کوى.</verse>
				<verse number="11">د انسان حِکمت د هغۀ غصه قابو کوى، او د بل بد ځان ته نۀ ودرول هغۀ ته عزت ورکوى.</verse>
				<verse number="12">د بادشاه غصه د ازمرى د غړمبېدو په شان وى، خو د هغۀ احسان لکه په کبل د پرخې په شان وى.</verse>
				<verse number="13">بې‌وقوفه زوئ د پلار د تباهۍ باعث وى، او جګړماره ښځه داسې وى لکه کوټه چې هر وخت راڅاڅى.</verse>
				<verse number="14">انسان ته په وراثت کښې کورونه او دولت د پلار نيکۀ نه ملاويږى، خو هوښياره ښځه صرف هغۀ ته د مالِک خُدائ د طرفه ملاويږى.</verse>
				<verse number="15">ناراستى ښۀ خوب راولى، او لټ سړے اوږے پاتې کيږى.</verse>
				<verse number="16">څوک چې د خُدائ حُکمونه منى نو هغه د خپل ژوند حفاظت کوى، خو هغه څوک چې د هغۀ د لارو لا پرواهى کوى هغه به مړ شى.</verse>
				<verse number="17">څوک چې د غريب مدد کوى هغه مالِک خُدائ سره ښېګړه کوى او څۀ چې هغه کوى نو هغه به يې اجر ورکړى.</verse>
				<verse number="18">د خپل زوئ تربيت د اول نه په ماشوموالى کښې کوه هسې نه چې وروستو تۀ د هغۀ ژوند برباد کړې.</verse>
				<verse number="19">غصه ناک سړے به ضرور د خپلې غصې اَنجام ته ورسيږى، کۀ تاسو چرې هغه يو ځل بچ کړئ نو تاسو به هغه هر وخت بچ کوئ.</verse>
				<verse number="20">نصيحت ته غوږ ونيسه او هدايت قبول کړه، نو په آخر کښې به تۀ هم هوښيار شې.</verse>
				<verse number="21">د انسان په زړۀ کښې ډيرې منصوبې وى، خو کيږى هغه څۀ چې د مالِک خُدائ رضا وى.</verse>
				<verse number="22">وفادارى د انسان ښائست دے. يو غريب د دروغژن نه بهتر دے.</verse>
				<verse number="23">د مالِک خُدائ يره د ژوندون سرچينه ده، کومه چې انسان ته سکون ورکوى او د مصيبتونو نه يې بچ ساتى.</verse>
				<verse number="24">ناراسته خو خپل لاس تالى ته رسوى خو تر دې چې هغه بيا واپس خپلې خولې ته هم نۀ وړى.</verse>
				<verse number="25">کۀ څوک پېغور کوونکے ووهى نو د دې نه به ساده ګان سبق زده کړى، کۀ چرې پوهه سړے ورټلے شى نو هغه به د دې نه نور عِلم زده کړى.</verse>
				<verse number="26">هر هغه څوک چې په خپل پلار باندې ظلم کوى او خپله مور وشړى نو دے هغه زوئ دے څوک چې د شرم باعث دے.</verse>
				<verse number="27">زما زويه هرکله چې تۀ نصيحت اورېدل بند کړې، نو تۀ به د عِلم د خبرو نه بې‌لارې شې.</verse>
				<verse number="28">بدکاره ګواه اِنصاف پورې خندا کوى، او بدکاران د شرارت نه خوند اخلى.</verse>
				<verse number="29">سزا د پېغور کوونکى دپاره تياره شوې وى، او وهل د کم عقلو د ملاګانو دپاره تيار وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">مے انسان نه مسخره کوونکے جوړوى او د شراب څښل د شر او فساد جرړه ده، هر هغه څوک چې په دې راواوړى نو هغه هوښيار نۀ دے.</verse>
				<verse number="2">د بادشاه غصه لکه د زمرى د غړمبېدو په شان وى، هر هغه څوک چې دے غصه کړى نو خپل ژوند په خطره کښې اچوى.</verse>
				<verse number="3">د جنګ نه لرې کېدل انسان ته عزت ورکوى، خو هر کم عقل زر جنګ کوى.</verse>
				<verse number="4">ناراسته په صحيح موسم کښې قُلبه نۀ کوى نو د لو په وخت کښې هغۀ سره هيڅ نۀ وى.</verse>
				<verse number="5">د انسان د زړۀ منصوبه د ډوبو اوبو په شان ده، خو هوښيار سړے ترې نه دا بهر راوباسى.</verse>
				<verse number="6">ډېر خلق د وفادارۍ دعوې کوى، خو وفادار يو هم نۀ پېدا کيږى.</verse>
				<verse number="7">صادقه انسان نېک ژوند تېروى او د هغۀ راروان نسل بختور وى.</verse>
				<verse number="8">کله چې يو بادشاه د عدالت دپاره په تخت کښېنى، خو هغه په خپله د ټولو بدو تول کوى.</verse>
				<verse number="9">څوک دا وئيلے شى چې، زما زړۀ صفا دے او زۀ پاک او بې‌ګناه يم؟</verse>
				<verse number="10">د غلط تول او غلط ناپ دواړو نه مالِک خُدائ نفرت کوى.</verse>
				<verse number="11">ماشومان هم په خپل کردار پېژندلے شى، دا چې ولې د دوئ کردار پاک او ښۀ دے او کۀ نه.</verse>
				<verse number="12">غوږونه چې اورېدل او سترګې چې ليدل کوى مالِک خُدائ دا دواړه جوړ کړى دى.</verse>
				<verse number="13">خوب سره مينه مۀ کوه ځکه چې غريب به شې، بېدار اوسه نو تا سره به د خوراک دپاره هر څۀ ډېر تير وى.</verse>
				<verse number="14">اخستونکى تل دا شکايت کوى چې، ”دا ښۀ نۀ دے، دا ښۀ نۀ دے،“ نو بيا هغه لاړ شى او وائى چې، ”دا سودا مې ډېره ښۀ واخسته.“</verse>
				<verse number="15">سرۀ زر او لعلونه زيات پېدا کيږى، خو هغه شونډې چې د عقلمندۍ خبرې کوى نايابه زيورات دى.</verse>
				<verse number="16">هر څوک چې د پردى کس د قرض ذمه وارى اخلى نو ضمانت ترې نه واخله، ضمانت ترې نه واخله کۀ چرې دۀ دا کار د پردى کس دپاره کړے وى.</verse>
				<verse number="17">د غلا روټۍ خوږه وى، خو دا په خولۀ کښې په باجرۍ بدليږى.</verse>
				<verse number="18">د نصيحت په رڼا کښې منصوبې جوړوه، د جنګ نه وړاندې ښۀ مشوره کوه.</verse>
				<verse number="19">غېبت راز څرګندوى، نو د هغه کس نه ځان ساته څوک چې مشروټى کوى.</verse>
				<verse number="20">کۀ يو انسان چرې په خپل مور پلار لعنت کوى، د هغۀ د ژوند چراغ به په توره تيارۀ کښې ختم شى.</verse>
				<verse number="21">کوم ميراث چې انسان ته زر حاصل شى، نو په آخره کښې به هغه دۀ ته د برکت ذريعه نۀ وى.</verse>
				<verse number="22">داسې مۀ وايه چې، ”د دې بدو انتقام به زۀ په خپله اخلم.“ مالِک خُدائ ته صبر وکړه هغه به ستا بدله واخلى.</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ د غلط تول نه نفرت کوى، او د غلطى تلې استعمال بد کار دے.</verse>
				<verse number="24">د انسان قدمونه اخستل مالِک خُدائ په خپله مقرر کړى دى، نو بيا به څنګه يو کس په خپله لار پوهه شى؟</verse>
				<verse number="25">خپل ځان په بې‌سوچه نذر منلو سره خُدائ ته مۀ راګېروه، نو بيا کله چې وروستو په هغې باندې فکر کوى.</verse>
				<verse number="26">هوښيار بادشاه بدکاران په غاښۍ ولى، او په هغوئ باندې غوبل کوى.</verse>
				<verse number="27">د مالِک خُدائ رڼا د انسان د روح لټون کوى، او هغه د هغوئ په ځان کښې دننه لټون کوى.</verse>
				<verse number="28">مينه او وفادارى يو بادشاه محفوظ ساتى، د مينې په وجه د هغۀ تخت به مدام قائم وى.</verse>
				<verse number="29">د ځوانانو عزت او جلال د دوئ طاقت دے، سپين وېښتۀ د بوډاوالى شان و شوکت دے.</verse>
				<verse number="30">زخمونه او دردونه بدکارى لرې کوى، وهل انسان دننه نه صفا کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى.</verse>
				<verse number="2">هر سړى ته خپلې ټولې لارې په خپل نظر کښې صحيح ښکارى، خو مالِک خُدائ د زړُونو جاج اخلى.</verse>
				<verse number="3">صداقت او اِنصاف کول مالِک خُدائ دا د قربانۍ نه زيات خوښوى.</verse>
				<verse number="4">مغروره سترګې او مغرور زړۀ د بدعملو چراغ او ګناه ده.</verse>
				<verse number="5">د محنتى انسان منصوبې د آبادۍ باعث ګرځى، خو په يقين سره جلد بازى انسان د غربت سره مخ کوى.</verse>
				<verse number="6">کوم مال دولت چې په دروغژنه ژبه وګټلے شى نو دا د ختمېدونکى دوند او وژونکى دام په شان دے.</verse>
				<verse number="7">بدکاران به د خپل ظلم زياتى په وجه جارُو شى، ځکه چې هغوئ د هر هغه کار نه اِنکار کوى کوم چې صحيح وى.</verse>
				<verse number="8">د ګناه ګار لاره کږه وږه وى، خو د پاکانو لاره نېغه وى.</verse>
				<verse number="9">دا بهتره ده چې د کوټې دپاسه په يو ګوټ کښې ځانله ژوند کوى نه چې په کور کښې د ژبه ورې ښځې سره اوسيږى.</verse>
				<verse number="10">بدکاره انسان د بدۍ خواهشمند وى، د هغۀ ګاونډيان هم هيڅ قِسمه رحم د هغۀ نه نۀ وينى.</verse>
				<verse number="11">کله چې يو مسخره کوونکى ته سزا ورکړے شى، نو ساده هم ترې نه عقل زده کړى، خو کله چې د هوښيار لارښودنه وشى، نو هغه ترې نه نور عِلم حاصلوى.</verse>
				<verse number="12">صادقه خُدائ هغه هر څۀ وينى کوم چې د بدکاره په کور کښې کيږى، او په بدکاره به هغه تباهى راولى.</verse>
				<verse number="13">کۀ يو سړے د غريب ژړا فرياد ته خپل غوږونه بند کړى، نو د هغۀ خپله ژړا فرياد به څوک نۀ اورى.</verse>
				<verse number="14">په پرده کښې تحفه ورکول غصه نرموى، په پټه رشوت ورکول انسان د غټ قهر نه ساتى.</verse>
				<verse number="15">هرکله چې اِنصاف وشى، نو په دې صادق خوشحاليږى، خو بدکاره ترې نه يريږى.</verse>
				<verse number="16">څوک چې د حِکمت د لارې نه بې‌لارې شى، نو هغه به د مړو په ډله کښې شمار شى.</verse>
				<verse number="17">څوک چې د عياشۍ سره مينه کوى نو هغه به غريب شى، څوک چې د ميو او غوړو زېړو سره مينه کوى هغه به مالداره نۀ شى.</verse>
				<verse number="18">د صادقانو په ځائ بدکاران سزاوار شو، او د هغوئ په ځائ د نافرمانو فديه ورکړے شوه.</verse>
				<verse number="19">د جنګ ببره او سرتېزه ښځې سره د اوسېدو نه په صحرا کښې اوسېدل ښۀ دى.</verse>
				<verse number="20">د هوښيارانو په کور کښې ښۀ خوراکونه ډېر تير وى، خو کم عقل چې څۀ ګټى هغه څټى.</verse>
				<verse number="21">څوک چې صداقت او شفقت پسې ګرځى، هغه به ژوندون، آبادى او عزت پېدا کړى.</verse>
				<verse number="22">يو هوښيار انسان په يو طاقتور ښار حمله کولے شى، او هغه قوى دېوالونه راغورزولے شى په کومو چې هغوئ ملا تړى.</verse>
				<verse number="23">څوک چې خپله خولۀ او ژبه په قابو کښې ساتى، خپل ځان د مصيبت نه خلاصوى.</verse>
				<verse number="24">مغروره او ځان ښولے سړے چې مسخره کوونکے يې نوم دے، هغه هر کار د تکبر سره کوى.</verse>
				<verse number="25">د ناراسته خواهش هغه د مرګ طرف ته بوځى، ځکه چې هغه د کار کولو نه اِنکار کوى.</verse>
				<verse number="26">ټوله ورځ دے د نورو خواهش کوى، خو نېکان تل په سخاوت کښې لګيا وى.</verse>
				<verse number="27">د بدکاره د قربانۍ نه مالِک خُدائ کرکه کوى، نو د هغې نه به نور څومره کرکه کوى کومه چې په بدنېتۍ سره کيږى.</verse>
				<verse number="28">دروغژن ګواه به تباه شى، او څوک چې رښتيا وائى هغه به د تل دپاره خبرې کوى.</verse>
				<verse number="29">يو بدکاره انسان خپل ځان تکړه ښائى خو صادق انسان په خپلو لارو باندې سوچ کوى.</verse>
				<verse number="30">هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.</verse>
				<verse number="31">آس د جنګ د ورځې دپاره تيارولے شى، خو کاميابى د مالِک خُدائ په لاس کښې ده.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">نېک نامى د ډېر مال دولت نه غوره ده، عزت د سرو او سپينو زرو نه بهتر دے.</verse>
				<verse number="2">مالداره او غريب دواړه يو شان دى، مالِک خُدائ د دواړو خالق دے.</verse>
				<verse number="3">هوښيار سړے چې خطره ووينى نو خپل ځان ترېنه ساتى، خو ساده سړے پرې وردانګى او بيا مصيبت کښې راګېر شى.</verse>
				<verse number="4">عاجزى او د مالِک خُدائ نه يرېدل، انسان ته مال دولت، عزت او ژوند ورکوى.</verse>
				<verse number="5">د بدکارانو په لار کښې ازغى او دامونه وى، خو په چا چې خپل ځان ګران وى نو هغه د دوئ نه ځان بچ ساتى.</verse>
				<verse number="6">ماشوم په صحيح لار روان کړه، دے چې لوئ هم شى د هغې نه به وانۀ وړى.</verse>
				<verse number="7">مالداره په غريبانانو باندې حکومت کوى، او قرض اخستونکے د قرض ورکونکى غلام وى.</verse>
				<verse number="8">کۀ څوک نا اِنصافى کَرى نو مصيبت به وريبى، او د هغۀ د کبر کاسه به نسکوره شى.</verse>
				<verse number="9">بختور دى هغوئ څوک چې سخاوت کوى، ځکه چې هغوئ غريبانان مړوى.</verse>
				<verse number="10">پېغور کوونکے کس وشړه، دې سره به جنګ جګړې ختمې شى، بحث مباحثه او سپکاوے هم ورسره ختميږى.</verse>
				<verse number="11">څوک چې په زړۀ صفا وى او خوږې خبرې کوى، نو بادشاه به هم د هغۀ دوست شى.</verse>
				<verse number="12">د مالِک خُدائ نظر په عالمانو باندې وى، خو هغه د بې‌وفا خلقو منصوبې ورانوى.</verse>
				<verse number="13">ناراسته وائى، ”بهر زمرے دے. کۀ چرې بهر ووځم نو هغه به مې په لار کښې ووژنى.“</verse>
				<verse number="14">د زناکارې ښځې خولۀ د ژورې کندې په شان ده، چا ته چې مالِک خُدائ په قهر شوے وى هغه به په کښې ورغورزيږى.</verse>
				<verse number="15">د ماشومانو زړۀ د کم عقلتوب نه ډک وى، خو د وهلو چوکه د هغوئ نه دا عادت وکاږى.</verse>
				<verse number="16">څوک چې په غريبانانو باندې ظلم کوى د دې دپاره چې مالداره شى او هغه څوک چې اميرانو ته تحفې ورکوى نو دا دواړه به غريب شى.</verse>
				<verse number="17">د هوښيارانو خبرو ته غوږ کېږده او هغې ته پام وکړه او زما تعليم د زړۀ نه قبول کړه.</verse>
				<verse number="18">نو دا به تا خوشحاله کړى کۀ تۀ دا په خپل زړۀ کښې ياد ساتې او دا په خپلو شونډو هر وخت يادوې.</verse>
				<verse number="19">زۀ نن تا ته تعليم درکوم دا چې ستا ايمان په مالِک خُدائ باندې پېدا شى.</verse>
				<verse number="20">ما ستا دپاره دېرش خبرې ليکلې دى په کومو کښې چې عِلم، او نصيحت دے.</verse>
				<verse number="21">او زۀ به تا ته رښتيا او د اعتماد وړ خبرې دروښايم، ترڅو چې قابل اعتماد جواب ورکولے شې هغه چا ته چا چې تۀ رالېږلے يې.</verse>
				<verse number="22">د غريبانانو د غريبۍ نه غلطه فائده مۀ اخله، او په عدالت کښې د حاجتمندو حق مۀ خوره.</verse>
				<verse number="23">ځکه چې مالِک خُدائ به په خپل لاس کښې د دوئ مقدمه واخلى او هغوئ به لوټ کړى، چا چې دوئ لوټ کړى وى.</verse>
				<verse number="24">د غصه ناکو سره دوستانه مۀ کوه، او د قهرژنو سره ناسته مۀ کوه.</verse>
				<verse number="25">هسې نه چې تۀ د هغوئ عادتونه زده کړې او خپل ځان په مصيبت کښې راګېر کړې.</verse>
				<verse number="26">د چا په ځائ د ضمانت لاس مۀ ورکوه او مۀ د قرض ذمه وارى اخله.</verse>
				<verse number="27">کۀ تۀ هغوئ له دا قرض ورنۀ کړے شې هغوئ به راشى او تۀ چې په کوم کټ اودۀ کېږې نو هغه به درنه يوسى.</verse>
				<verse number="28">په زمکه کښې هغه د حد بندۍ وړومبے کاڼے مۀ بې‌ځايه کوه کوم چې ستا پلار نيکۀ اېښے وى.</verse>
				<verse number="29">تۀ داسې يو کس وينې، څوک چې په خپل کار کښې ماهر وى؟ هغه به د عامو خلقو خِدمت نۀ کوى، خو د بادشاهانو خِدمت به کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">کله چې تۀ يو حاکِم سره روټۍ خوړلو ته کښېنې، نو دا په ذهن کښې راوله چې ستا وړاندې څۀ دى.</verse>
				<verse number="2">په خپله مرۍ چاړۀ کېږده کۀ تۀ زيات خوړونکے يې.</verse>
				<verse number="3">د هغۀ د مزېدار خوراک ډېر خواهش مۀ کوه، ځکه چې دا دوکه ورکوونکے خوراک دے.</verse>
				<verse number="4">خپل ځان په مالداره کولو مۀ ستړے کوه. دومره هوښيار شه چې د داسې کولو نه ځان ساتې.</verse>
				<verse number="5">ستا دولت به د سترګو په رپ کښې فنا شى، او خپلې وزرې به پرانيزى او د باز په شان به آسمان ته والوځى.</verse>
				<verse number="6">د يو شوم سړى روټۍ مۀ خوره او د هغۀ د مزيدارو خوراکونو ارمان مۀ کوه.</verse>
				<verse number="7">هغه داسې سړے دے چې همېشه د خرچ سوچ کوى، هغه تاسو ته وائى چې، ”راشئ ما سره وخورئ وڅښئ.“ خو هغه د زړۀ نه دا خبره نۀ کوى.</verse>
				<verse number="8">ځکه چې تاسو څۀ خوړلى وى هغه به په پوزه باقۍ کړئ او ستاسو ټولې ښُکلې خبرې به بې‌فائدې شى.</verse>
				<verse number="9">يو کم عقل ته خبرې مۀ کوه، هغه به ستا د حِکمت خبرې سپکې ګڼى.</verse>
				<verse number="10">په زمکه کښې هغه د حد بندۍ وړومبے کاڼے مۀ بې‌ځايه کوه او مۀ د يتيمانو په زمکه باندې قبضه کوه.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې د هغوئ بچ کوونکے زورَور دے او هغه به ستاسو خِلاف د هغوئ د مقدمې طرفدارے وکړى.</verse>
				<verse number="12">خپل زړۀ تربيت ته حواله کړه او خپل غوږونه د حِکمت خبرو ته نيسه.</verse>
				<verse number="13">د خپل اولاد تربيت مۀ پرېږده. کۀ تۀ هغوئ ته په چوکه سزا ورکړې نو هغوئ به د دې نه مړۀ نۀ شى.</verse>
				<verse number="14">هغۀ ته په چوکه سزا ورکړئ او هغه به د عالمِ ارواح نه بچ کړئ.</verse>
				<verse number="15">زما زويه، کۀ تۀ عقلمند يې، نو زما زړۀ به خوشحاله وى.</verse>
				<verse number="16">دننه روح به په ما کښې په ټوپونو شى کله چې تۀ رښتيا خبرې کوې.</verse>
				<verse number="17">خپل زړۀ مۀ پرېږده چې د ګناهګارو سره حسد وکړى، خو د مالِک خُدائ نه هر وخت په يره کښې اوسه.</verse>
				<verse number="18">په يقين سره ستا دپاره په راتلونکى وخت کښې اُميد شته دے او ستا اُميد به نۀ ختميږى.</verse>
				<verse number="19">زما زويه، ما ته غوږ ونيسه، هوښيار اوسه، او خپل زړۀ په صحيح لار باندې قائم وساته.</verse>
				<verse number="20">د شرابيانو سره ناسته پاسته مۀ کوه، او د خېټورو سره مۀ ګرځېږه.</verse>
				<verse number="21">ځکه چې شرابيان او خيټور به غريبانان شى. او ډېر خوب به هغوئ ته شلېدلې جامې ورواغوندى.</verse>
				<verse number="22">خپل پلار ته غوږ نيسه، چا چې تا له ژوند درکړے دے، او د خپلې مور بې‌عزتى مۀ کوه کله چې هغه بوډۍ شى.</verse>
				<verse number="23">حقيقت حاصل کړه او دا مۀ خرڅوه، او حِکمت، تربيت او پوهه حاصله کړه.</verse>
				<verse number="24">د صادق سړى پلار ډېر خوشحاله وى، هغه څوک چې هوښيار زوئ لرى په هغۀ باندې فخر کوى.</verse>
				<verse number="25">ستا مور او پلار دې خوشحالى وکړى، او هغه دې خوشحالى وکړى چا چې تۀ زيږولے يې.</verse>
				<verse number="26">زما زويه، خپل زړۀ ما ته راکړه او ما ته وګوره او په خوشحالۍ سره زما په طريقو باندې عمل وکړه.</verse>
				<verse number="27">ځکه چې کنجره د ژورې کندې په شان وى او زناکاره د تنګ کوهى په شان وى.</verse>
				<verse number="28">هغوئ د ډاکوانو په شان په انتظار کښې ناستې وى او بې‌وفا سړى زياتوى.</verse>
				<verse number="29">څوک دى چې وير کوى؟ څوک دى چې غمژن دى؟ څوک دى چې جګړه کوى؟ څوک دى چې شکايت کوى؟ څوک دى چې هسې زخمونه لرى؟ څوک دى چې سرې سترګې لرى؟</verse>
				<verse number="30">دا هغوئ دى څوک چې په مےخانو کښې وخت تېروى، او د رنګارنګ ميو پيالۍ څښى.</verse>
				<verse number="31">ميو ته مۀ ګوره کله چې دا سرۀ وى او کله چې په پياله کښې شُغلې وهى او په آسانه سره تېريږى.</verse>
				<verse number="32">په آخر کښې دا لکه د مار چيچل کوى او لکه د منګور په شان زهريله وى.</verse>
				<verse number="33">ستا سترګې به عجيبه او رنګارنګ څيزونه ګورى، او ستا ذهن به د ګډوډو څيزونو تصور کوى.</verse>
				<verse number="34">تۀ به په خيال کښې د هغه چا په شان يې څوک چې د سمندر دپاسه اودۀ وى، او د چپو دپاسه پروت ټالۍ وهى.</verse>
				<verse number="35">نو تۀ خپل ځان ته وائې، ”هغوئ زۀ ووهلم، خو زۀ خوږ نۀ شوم، هغوئ زۀ وټکولم، خو ما ته پته ونۀ لګېدله. کله چې زۀ راويښ شم نو زۀ به د څښلو دپاره نور شراب هم پېدا کړم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">د بدکارانو سره حسد مۀ کوه او د هغوئ د دوستانې آرزو مۀ کوه</verse>
				<verse number="2">ځکه چې هغوئ په زړۀ کښې د شر او فساد منصوبې جوړوى، او د هغوئ خبرې تل مصيبت جوړوى.</verse>
				<verse number="3">يو کور په حِکمت سره جوړيږى، او د پوهې په وجه هغه قائم پاتې کيږى.</verse>
				<verse number="4">د عِلم په واسطې سره د هغۀ کوټې د نايابه او قيمتى خزانو سره ښائسته کولے شى.</verse>
				<verse number="5">يو هوښيار انسان لوئ طاقت لرى، او د عالم قوت ورځ په ورځ نور هم زياتيږى.</verse>
				<verse number="6">د جنګ کولو دپاره د ښۀ هدايت ضرورت وى، او د ګڼو مشوره ورکوونکو سره کاميابى يقينى وى.</verse>
				<verse number="7">کم عقل هوښيارتيا نۀ شى حاصلولے، ځکه په جرګه کښې د هغۀ خولۀ بنده وى.</verse>
				<verse number="8">څوک چې بدې منصوبې جوړوى، نو هغه به په دوکه مار مشهور شى.</verse>
				<verse number="9">د کم عقلو منصوبې د ګناه نه ډکې وى، او خلق د مسخره کوونکى نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="10">کۀ تۀ په سخت وخت همت بائيلې، نو تۀ بيا ډېر کمزورے انسان يې.</verse>
				<verse number="11">د هغه کس په بچ کولو کښې سستى مۀ کوه څوک چې مرګ ته روان کړے شوے وى، او هغه حلالولو ته مۀ پرېږده.</verse>
				<verse number="12">کۀ تاسو چرې وايئ، ”مونږ ته خو د دې په حقله څۀ عِلم نشته دے،“ نو هغه څوک چې د زړونو په سوچونو خبر دے نو دا به معلوم نۀ کړى څۀ؟ هغه څوک چې ستا د ژوندون خيال ساتى په دې نۀ پوهيږى څۀ؟ هغه به هر هغه چا ته د خپل عمل په مطابق بدله ورنۀ کړى څۀ؟</verse>
				<verse number="13">زما زويه، شهد خوره، ځکه چې دا ښۀ څيز دے، د ګبين د شهدو خوند خوږ وى.</verse>
				<verse number="14">نو په دې يقين وکړه چې حِکمت هم دغه شان ستا د ځان دپاره خوږ دے، کۀ چرې تۀ يې بيامومې نو دا ستا د راتلونکى ژوند دپاره اُميد دے، او دا اُميد به هيڅکله ستا نه اخوا نۀ شى.</verse>
				<verse number="15">د بدکارانو غوندې مۀ جوړېږه څوک چې د صادقانو د کور خلاف په انتظار کښې ناست وى، او د هغوئ په کورونو حمله مۀ کوه.</verse>
				<verse number="16">کۀ څۀ هم چې صادق انسان اووۀ ځله راپرېوځى هغه دوباره راپاڅى، خو د بدکاره دپاره يو افت بس دے.</verse>
				<verse number="17">هرکله چې ستا دشمن راپرېوځى نو په هغۀ باندې خوشحالى مۀ کوه، او کله چې هغه تيندک وخورى نو په هغۀ باندې خپل زړۀ مۀ خوشحالوه.</verse>
				<verse number="18">نو مالِک خُدائ به ستا دا خوشحالى وګورى او هغه به ستا نه نارضا شى او د هغۀ نه به خپل غضب اخوا کړى.</verse>
				<verse number="19">د بدکارانو په وجه مۀ پرېشانه کېږه، او مۀ د هغوئ سره حسد کوه،</verse>
				<verse number="20">ځکه چې د بدعمله سره د آئنده اُميد نشته، او د هغوئ ډيوه په مړه کېدو ده.</verse>
				<verse number="21">زما زويه، د مالِک خُدائ او د بادشاه نه يرېږه، او د باغيانو سره ملګرتيا مۀ کوه،</verse>
				<verse number="22">ځکه چې دا دواړه به ناڅاپه تباهى ورنازله کړى نو څوک د دې اندازه لګولے شى چې څۀ قسمه تباهى به په دوئ راولېږى؟</verse>
				<verse number="23">هوښياران هم داسې وائى، د عدالت کولو په وخت کښې د چا طرفدارى په کار نۀ ده.</verse>
				<verse number="24">هر هغه څوک چې يو ګناه ګار ته ووائى چې، ”تۀ بې‌ګناه يې،“ ټول قوم به په دۀ باندې لعنت ووائى او قومونه به يې رسوا کړى.</verse>
				<verse number="25">خو هغه څوک چې مجرم رټى، نو ډېر برکتونه به په هغوئ نازل شى.</verse>
				<verse number="26">څوک چې هر وخت رښتينے جواب درکوى هغه اصلى دوست دے.</verse>
				<verse number="27">خپل بهرنى کارونه اول ختم کړه او خپله د کروندې زمکه تياره کړه، د دې نه وروستو خپل کور جوړوه.</verse>
				<verse number="28">د ثبوت نه بغېر دې د خپل ګاونډى خِلاف ګواهى مۀ ورکوه، او د هغۀ په حقله د دروغو خبرې مۀ کوه.</verse>
				<verse number="29">داسې مۀ وايه، ”هغۀ چې ما سره څۀ کړى دى نو زۀ به هم هغه شان ورسره وکړم، او زۀ به ترې نه خپل بدل واخلم.“</verse>
				<verse number="30">زۀ د يو ناراسته سړى په پټى تير شوم او د کم عقل د انګورو باغ مې وکتلو،</verse>
				<verse number="31">په هر ځائ کښې ازغى راختلى وُو، او زمکه ټوله په ډيله باندې ډکه وه، او د کاڼو دېوالونه يې راغورزېدلى وُو.</verse>
				<verse number="32">ما چې څۀ وليدل نو په خپل زړۀ کښې مې ورباندې سوچ وکړو، او چې څۀ مې وليدل د هغې نه مې سبق زده کړو.</verse>
				<verse number="33">کۀ يو سړے وائى چې، ”لږ به اودۀ شم، لږې به سترګې پټې کړم، لږ به خپل لاسونه راغونډ کړم چې دمه شم،“</verse>
				<verse number="34">خو بيا غريبى به لکه د يو ډاکو په شان په هغۀ باندې ورټوپ کړى، او نيستى به لکه د وسله بند انسان په شان هغه راګېر کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">دا د سليمان نور متلونه دى، کوم چې د حزقياه کاتبانو د يهوداه بادشاه راجمع کړى دى.</verse>
				<verse number="2">دا د خُدائ پاک شان دے چې يوه معامله په راز کښې ساتى، خو د يوې مسئلې ښکاره کول د بادشاه عزت څرګندوى.</verse>
				<verse number="3">څومره چې آسمانونه اوچت او زمکه ژوره ده، هم دغه شان د بادشاهانو زړونه نامعلوم دى.</verse>
				<verse number="4">د سپينو زرو نه ملاوټ لرې کړه ترڅو زرګر ترې نه يو ښائسته لوښے جوړ کړى.</verse>
				<verse number="5">نو دغه شان د بادشاه د حضور نه بدکاران لرې کړه، نو د هغۀ حکومت به د صداقت په وجه قائم وى.</verse>
				<verse number="6">د بادشاه په حضور کښې د خپل ځان لوئى مۀ کوه، او مۀ د لويو خلقو په ځائ کښې وړاندې کښېنه.</verse>
				<verse number="7">دا به ښۀ وى چې هغه تا راوغواړى چې، ”دلته راشه،“ او نۀ دا چې هغه تا د مشرانو په وړاندې بې‌عزته کړى او ښکته دې کښېنوى. څۀ چې تا په خپلو سترګو ليدلى وى</verse>
				<verse number="8">نو هغه په عدالت کښې په تېزۍ سره مۀ وړاندې کوه، نو تۀ به په آخر کښې څۀ کوې کۀ چرې ستا ګاونډى تا ملامته کړى او بيا دې وشرموى؟</verse>
				<verse number="9">کۀ تۀ خپل ګاونډى سره په يوه مقدمه کښې بحث کوې، نو په هغه وخت کښې د بل انسان راز ورته مۀ څرګندوه.</verse>
				<verse number="10">او کۀ چرې هغه دا واورى او تا وشرموى، نو بيا به تۀ خپله دا بدنامى هيڅکله ختمه نۀ کړې.</verse>
				<verse number="11">په ځائ خبره داسې وى لکه چې د سپينو زرو په لوښى کښې د سرو زرو مڼه وى.</verse>
				<verse number="12">د يو هوښيار سړى تنبيه د هغه غوږ دپاره څوک اورېدلے شى لکه د سرو زرو والۍ او يا د سوچه سرو زرو کالى په شان ده.</verse>
				<verse number="13">يو باورى پېغام وړونکے لکه د لو په موسم کښې د واورې د يخوالى په شان دے د هغه چا دپاره څوک چې هغه استوى، او هغه د خپل مالِک زړۀ يخوى.</verse>
				<verse number="14">لکه د هغه وريځ او هوا په شان چې باران نۀ ورَوى، هغه څوک دے چې د تُحفو ورکولو وعده کوى او بيا ‎يې نۀ ورکوى.</verse>
				<verse number="15">د صبر په وجه مشر هم قائليږى، او يوه نرمه خبره هډُوکى هم ماتوى.</verse>
				<verse number="16">کۀ چرې تا ته شهد مِلاو شى نو ضرورت نه زيات مۀ خوره، په زيات خوړلو به دا قے کړې.</verse>
				<verse number="17">د خپلو ګاونډيانو کور ته کم ورځه، کۀ چرې تۀ ډېر ورځې نو کېدے شى چې ستا نه نفرت شروع کړى.</verse>
				<verse number="18">څوک چې د خپل ګاونډى خلاف د دروغو ګواهى ورکوى هغوئ لکه د لَوړ، يا تُورې يا د تېرۀ غشى غوندې خطرناک وى.</verse>
				<verse number="19">لکه په خراب غاښ خوړل يا په ګوډه پښه تلل کول داسې دى لکه په سخت وخت کښې چې په ناباوره کس توکل کوى.</verse>
				<verse number="20">يو خفه کس ته چې څوک د خوشحالۍ سندرې وائى، نو هغه به داسې وى لکه چې د يو کس نه په يخ موسم کښې څادر اخوا کړى، او يا سرکه د هغۀ په زخم واړوى.</verse>
				<verse number="21">کۀ ستا دشمنان اوږى وى، نو هغوئ له خوراک ورکړه، کۀ چرې هغوئ تږى وى، نو هغوئ له اوبۀ ورکړه.</verse>
				<verse number="22">نو په داسې کولو سره تۀ د هغۀ په سر باندې به بل سکارۀ واړوې، او مالِک خُدائ به تا له اجر درکړى.</verse>
				<verse number="23">لکه څنګه چې د شمال هوا باران راولى، نو دغه شان پشى شا خبرې کول د خلقو مخ د غصې نه تک سور کړى.</verse>
				<verse number="24">دا بهتره ده چې د کوټې دپاسه په يو ګوټ کښې ځانله ژوند کوې نه چې په کور کښې د ژبه ورې ښځې سره اوسېږې.</verse>
				<verse number="25">لکه يخې اوبۀ چې د ستړى زړۀ دپاره ښې وى نو دغه شان يو ښۀ زېرے د لرې مُلک نه دے.</verse>
				<verse number="26">کۀ يو صادق انسان د بدکاره په سازش کښې راشى نو هغه بيا د ګنده چينې او يا خراب کوهى په شان وى.</verse>
				<verse number="27">دا ښۀ نۀ دے چې زيات شهد وخوړلے شې، او يا د ځان دپاره د حد نه زيات عزت وغواړې.</verse>
				<verse number="28">څوک چې خپل نفس نۀ شى قابو کولے هغه د هغه ښار په شان بې‌وسه دے چې دېوالونه يې غورزېدلى وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">لکه څنګه چې په اوړى کښې واوره يا د لو په موسم کښې باران نامناسب وى، دغه شان د کم عقل انسان عزت کول هم دومره نامناسبه وى.</verse>
				<verse number="2">لکه څنګه چې چڼچڼه اخوا ديخوا الوځى او يا چې طوطاګرکے چکرې وهى او په ځائ نۀ کښېنى، دغه شان نامناسبه ښيرا کول د چا په سر نۀ کښېنى.</verse>
				<verse number="3">لکه څنګه چې د آس دپاره چابک، د خر دپاره واګې وى نو هم دغه شان د کم عقل د ملا دپاره چوکه وى.</verse>
				<verse number="4">کم عقل ته د هغۀ د کم عقلتوب په مطابق جواب مۀ ورکوه، ګنې تۀ به هم د هغۀ په شان شې.</verse>
				<verse number="5">د کم عقل سوال ته کم عقل جواب ورکوه ځکه چې هغه خپل ځان هوښيار ونۀ ګڼى.</verse>
				<verse number="6">د يو کم عقل په لاس پېغام استول داسې دى لکه انسان چې په خپله ځان نه پښې پرې کړى او يا زهر وڅښى.</verse>
				<verse number="7">د کم عقل په خولې متل داسې وى لکه څنګه چې د يو ګوډ پښه بې‌کاره وى.</verse>
				<verse number="8">کم عقل ته عزت ورکول داسې وى لکه څوک چې ليندې پورې کاڼے وتړى او ګزار پرې نۀ شى کولے.</verse>
				<verse number="9">لکه څنګه چې د ازغو بوټى د يو شرابى په لاس کښې وى دغه شان يو متل د کم عقل په خولۀ کښې وى.</verse>
				<verse number="10">هغه څوک چې کم عقل او يا لوفر ته کار ورکړى هغه لکه د هغه غشى ويشتونکى په شان وى چې هر څوک پرې ولى.</verse>
				<verse number="11">لکه څنګه چې يو سپے خپلې اولټيانې دوباره څټى دغه شان کم عقل خپل کم عقلتوب بار بار کوى.</verse>
				<verse number="12">تاسو داسې سړے ليدلے دے چې هغۀ ته خپل ځان هوښيار ښکارى؟ خو د دۀ نه زيات اُميد د يو کم عقل دپاره وى.</verse>
				<verse number="13">ناراسته وائى چې، ”په لار کښې زمرے دے، خطرناک زمرے په کوڅو کښې ګرځى.“</verse>
				<verse number="14">لکه څنګه چې دروازه په خپلو قبضو تاويږى، دغه شان ناراسته په خپل کټ کښې اوړى راوړى.</verse>
				<verse number="15">ناراسته خپل لاس تالى ته وراوږدوى، خو هغه دومره ناراسته وى چې واپس يې خپلې خولې ته نۀ راوړى.</verse>
				<verse number="16">ناراسته خپل ځان د اووۀ هوښيار سړو نه هم زيات هوښيار ګڼى څوک چې په حِکمت سره جواب ورکوى.</verse>
				<verse number="17">لکه څوک چې يو کوڅه ډب سپے د غوږونو نه راونيسى د هغه چا په شان دے چې د بل چا په بحث کښې ځان شامل کړى.</verse>
				<verse number="18">لکه څنګه چې يو ليونے د اور او وژونکى غشى ورَوى، دا د هغه چا په شان دے چې څوک خپل ګاونډى له دوکه ورکړى او بيا ووائى چې، ”ما خو صرف ټوقې کولې.“</verse>
				<verse number="19"></verse>
				<verse number="20">د پوکى نه بغېر اور مړ کيږى، او د غېبت نه بغېر جنګ ختميږى.</verse>
				<verse number="21">لکه څنګه چې سکارۀ بليږى او لکه څنګه چې لرګى لمبې کوى، نو دغه شان د جنګ د تودولو دپاره جنګ مار سړے وى.</verse>
				<verse number="22">د غېبت کوونکى خبرې لکه د خوندور خوراک په شان وى، دا بلکل د سړى دننه بدن ته کوزيږى.</verse>
				<verse number="23">نرمې خبرې شرير زړۀ پټوى لکه څنګه چې په خاورين لوښى باندې رنګ روغن وشى.</verse>
				<verse number="24">کينه ناک انسان په خوږو خبرو کولو خپل نفرت پټوى، خو په زړۀ کښې يې کينه ساتلې وى.</verse>
				<verse number="25">کۀ څۀ هم چې د هغۀ خبرې خوږې وى خو په هغوئ يقين مۀ کوه، ځکه چې د هغۀ زړۀ د رنګارنګ حرام کاريو نه ډک وى.</verse>
				<verse number="26">کۀ د هغۀ بدنېتى د هغۀ په چل وَل کښې پټه وى، خو بيا هم د هغۀ شرارت هر چا ته ښکاره شى.</verse>
				<verse number="27">کۀ يو انسان بل چا ته کنده کنى نو هغه په خپله په کښې ورغورزيږى، او کۀ يو انسان په بل چا کاڼے رغړوى هغه کاڼے به په خپله په دۀ باندې راورغړيږى.</verse>
				<verse number="28">د بل چا په حقله دروغ وئيل د هغۀ نه نفرت کول دى، او د خوشامندۍ خبرې تباهى راولى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">د سبا په حقله لافې مۀ کوئ، ځکه چې چا ته هم پته نشته چې سبا به څۀ کيږى.</verse>
				<verse number="2">دا به ښۀ وى چې نور خلق ستا صِفت وکړى، نه چې تۀ په خپله د خپل ځان صِفت کوې، او دا به ښۀ وى چې نابلده خلق ستا ښۀ ووائى نه چې تۀ په خپله.</verse>
				<verse number="3">کاڼے دروند وى شګې درنې وى، خو د يو کم عقل تنګول د دې دواړو نه زيات درانۀ وى.</verse>
				<verse number="4">قهر خو ظالم دے او غضب انسان چخڼى کوى خو د حسد په وړاندې څوک ټينګېدے شى؟</verse>
				<verse number="5">څرګنده رټنه د پټې مينې نه ښۀ ده.</verse>
				<verse number="6">د دوست رټنه د هغۀ د مينې اظهار دے، خو د دشمن ښکلول سراسر دوکه ده.</verse>
				<verse number="7">څوک چې موړ وى هغه شهد هم د پښو لاندې کوى، خو د اوږى دپاره تريخ خوراک هم خوږ وى.</verse>
				<verse number="8">لکه څنګه چې يوه مرغۍ د خپلې جالې نه ورکه شوې وى د هغه چا په شان وى لکه څوک د خپل کور نه په صحرا شوى وى.</verse>
				<verse number="9">لکه څنګه چې عطر او خوشبو د انسان زړۀ خوشحالوى، هم دغه شان ښې مشورې دوستان خوشحالوى.</verse>
				<verse number="10">خپل دوستان او د خپل پلار دوستان مۀ هېروه، د خپل ورور کور ته مۀ ځه کله چې په تا څۀ مصيبت راشى. ستا نزدې ګاونډى د لرې ورور نه ښۀ دے.</verse>
				<verse number="11">زما زويه، هوښيار اوسه او زما زړۀ خوشحاله کړه، نو بيا به زۀ هر هغه چا ته جواب ورکولے شم څوک چې ما ته سپک ګورى.</verse>
				<verse number="12">هوښياران خطره د اول نه وينى او د هغې نه ځان بچ کوى، خو کم عقل پرې ورخلاص وى او بيا په تکليف کښې راګېر شى.</verse>
				<verse number="13">هر څوک چې د پردى کس د قرض ذمه وارى اخلى نو ضمانت ترې نه واخله، ضمانت ترې نه واخله کۀ چرې دۀ دا کار د پردى کس دپاره کړے وى.</verse>
				<verse number="14">کۀ چرې څوک سحر د وخته په اوچت آواز سره په خپل ګاونډى سلام واچوى، دا به هغه لکه د کنځلو په شان وګڼى.</verse>
				<verse number="15">يوه جګړماره ښځه داسې وى لکه چې په باران کښې د کوټې چت راڅاڅى.</verse>
				<verse number="16">د هغې بندول داسې مشکل وى لکه د هوا بندول او يا تېل په موټى کښې نيول.</verse>
				<verse number="17">لکه څنګه چې اوسپنه اوسپنه تيره کوى، نو دغه شان يو انسان بل انسان تېرۀ کوى.</verse>
				<verse number="18">کۀ څوک د اينځر د ونې خيال ساتى نو د هغې مېوه به هم وخورى، او هر هغه څوک چې د خپل نېک خيال ساتى نو هغه به عزتمند شى.</verse>
				<verse number="19">لکه څنګه چې په اوبو کښې مخ ښکارى، نو هم دغه شان د يو انسان زړۀ يو انسان څرګندوى.</verse>
				<verse number="20">لکه څنګه چې په مرګ او تباهى دُنيا نۀ مړيږى، هم دغه شان د انسان سترګې کله هم نۀ مړيږى.</verse>
				<verse number="21">سپين او سرۀ زر په اور آزمائيلے شى، او يو انسان د هغۀ د صِفت کولو نه وروستو آزمائيلے شى.</verse>
				<verse number="22">کۀ تۀ کم عقل په لنګرۍ کښې د تخم په شان وټکوې، خو کم عقلتوب به د هغۀ نه لاړ نۀ شى.</verse>
				<verse number="23">د خپلو رمو په حال ځان پوهوه، او خپلو رمو ته زياته توجو ورکوه،</verse>
				<verse number="24">ځکه چې مال دولت هم د تل دپاره نۀ پاتې کيږى او نۀ تاج او تخت د ټولو نسلونو دپاره پاتې کيږى.</verse>
				<verse number="25">کله چې ګياه ختمه شى او نوې ګياه راشنه شى او ګياه د غرونو نه راجمع کيږى،</verse>
				<verse number="26">نو بيا به ګډورى تا ته د کپړو دپاره وړۍ درکړى، او چېلۍ به درته د پټو د اخستو قيمت درکړى.</verse>
				<verse number="27">نو بيا به تا سره د چېلو دومره زيات پئ وى چې په هغې به خپل خاندان او وينځې ساتلے شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="28">
				<verse number="1">بدکاران هيڅ بې‌هيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى.</verse>
				<verse number="2">هرکله چې يو مُلک باغى وى، نو د هغه مُلک ډېر حاکمان وى، خو پوهه او هوښيار انسان د مُلک نظام برقرار ساتى.</verse>
				<verse number="3">کوم مشر چې په غريبانانو باندې ظلم کوى د هغه تېز باران په شان دے چې ولاړ ټول فصل تباه کوى.</verse>
				<verse number="4">کوم خلق چې شريعت ماتوى نو په دې کار سره د بدکارانو صِفت کوى، خو هغه څوک چې د شريعت تابعدارى کوى نو هغوئ د شريرانو مخالفت کوى.</verse>
				<verse number="5">بدکاره انسانان په اِنصاف نۀ پوهيږى، خو څوک چې د مالِک خُدائ لټون کوى نو هغوئ پرې مکمل پوهيږى.</verse>
				<verse number="6">غريب صادق انسان د دوکه مار مالدار نه ښۀ وى.</verse>
				<verse number="7">څوک چې په شريعت عمل کوى نو هغه يو هوښيار زوئ دے، خو څوک چې د بد اخلاقو دوستى کوى د خپل پلار د شرم باعث ګرځى.</verse>
				<verse number="8">څوک چې خپل ځان په زيات سود سره مالداره کړى خو آخر به د هغۀ مال دولت د هغه چا شى څوک چې په غريبانانو مهربانه وى.</verse>
				<verse number="9">خُدائ پاک د هغه چا د دُعا نه نفرت کوى څوک چې د شريعت نه مخ اړوى.</verse>
				<verse number="10">څوک چې يو نېک انسان بدکارۍ ته رهنمائى کوى نو په خپل لټ کښې به راګېر شى، خو ايمانداره انسان ته به ښۀ ميراث مِلاو شى.</verse>
				<verse number="11">يو مالداره خپل ځان هوښيار ګڼى، خو يو غريب عقلمند د هغۀ په اصلى کردار پوهيږى.</verse>
				<verse number="12">کله چې صادقان کامياب شى، نو ټول قوم غټه خوشحالى کوى، خو کله چې د بدکارانو حکومت راشى نو هر څوک خپل ځان پټوى.</verse>
				<verse number="13">هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.</verse>
				<verse number="14">بختور دے هغه څوک چې هر وخت د مالِک خُدائ نه يريږى، خو څوک چې خپل زړۀ سخت کړى نو په مصيبت کښې به راګېر شى.</verse>
				<verse number="15">لکه د غړمبېدونکى زمرى او يا د اوږى مېلو په شان هغه بدکاره انسان دے څوک چې په بې‌وسه خلقو باندې حکومت کوى.</verse>
				<verse number="16">ناپوهه بادشاه به په خپلو خلقو ظلم کوى، خو څوک چې د حرام مال دولت نه نفرت کوى نو هغه به د ډېر وخت دپاره ژوندے وى.</verse>
				<verse number="17">کۀ يو انسان خپل لاسونه د بل چا په وينو سرۀ کړى وى نو هغه به تر مرګه پورې مفرور وى، نو هيڅ څوک دې د دۀ مدد نۀ کوى.</verse>
				<verse number="18">د چا کردار چې بې‌داغه وى نو هغه به بچ شى، خو د چا لارې چې غلطى وى نو ناګهانه به تباه شى.</verse>
				<verse number="19">څوک چې د خپلې زمکې زميدارى کوى هغوئ سره به ډېر خوراک وى، د چا په سوچ کښې چې هوائى خيالونه ګرځى، نو سخته غريبى به پرې راشى.</verse>
				<verse number="20">يو ايماندار کس ته به ډېر زيات برکت ورکړے شى، خو کۀ څوک زر مالداره کېدل غواړى هغۀ ته به سزا مِلاو شى.</verse>
				<verse number="21">د چا طرفدارى کول ښۀ کار نۀ دے ځکه چې ځينې خلق به د يوې نوړۍ روټۍ دپاره غلط کار وکړى.</verse>
				<verse number="22">کنجوس انسان د دې ليواله وى چې مالداره شى او د دې نه ناخبره وى چې غربت د دۀ انتظار کوى.</verse>
				<verse number="23">څوک چې د اصلاح دپاره تنبيه کول کوى په آخر کښې به د هغه چا نه ورته زيات عزت مِلاو شى څوک چې په ژبه څټل کوى.</verse>
				<verse number="24">څوک چې د خپل پلار او مور نه غلا کوى او دے وائى چې، ”دا غلطى نۀ ده،“ نو دے د يو قاتل نه کم نۀ دے.</verse>
				<verse number="25">لالچى انسان جنګ جګړې جوړوى، خو څوک چې په مالِک خُدائ باندې توکل کوى هغه به آباد شى.</verse>
				<verse number="26">څوک چې په خپل ځان يقين کوى نو هغه کم عقل دے، خو څوک چې په هوښيارتيا سره قدم اوچتوى نو دے به بچ پاتې شى.</verse>
				<verse number="27">څوک چې غريبانانو له ورکړه کوى نو د هيڅ شى محتاجه به نۀ شى، خو څوک چې په دوئ باندې سترګې پټوى نو دوئ به په لعنت کښې ګرفتار شى.</verse>
				<verse number="28">هرکله چې حکومت د بدکارانو لاس ته ورشى، نو خلق خپل ځان پټوى، کله چې بدکاران هلاک شى نو صادقان بيا آباد شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="29">
				<verse number="1">څوک چې د ډيرې رټنې باوجود بيا هم په خپل ضد قائم وى، نو هغه به ناګهانه تباه شى او هيڅ علاج به يې نۀ وى.</verse>
				<verse number="2">کله چې صادقان حکومت کوى، نو خلق خوشحالى کوى، خو هر کله چې بدکاره حکومت کوى، نو خلق فرياد کوى.</verse>
				<verse number="3">کوم انسان چې د حِکمت سره مينه کوى نو هغه خپل پلار خوشحالوى، خو د کنجرو دوست خپل مال حال الوځوى.</verse>
				<verse number="4">په اِنصاف کولو سره يو بادشاه خپل مُلک قائموى، خو هغه څوک چې رشوت اخلى نو هغه مُلک تباه کوى.</verse>
				<verse number="5">څوک چې د خپل ګاونډى خوشامندى کوى، نو دے د هغۀ د پښو دپاره دام خوروى.</verse>
				<verse number="6">بدکاره انسان د خپلې ګناه په دام کښې راګېريږى، خو صادقان د خوشحالۍ سندرې وائى.</verse>
				<verse number="7">صادقان د غريبانانو د حق خيال ساتى، خو بدکاران دغه شان سوچ او فکر نۀ کوى.</verse>
				<verse number="8">مسخره کوونکى ښارونه راپاروى، خو هوښيار انسان غصه سړوى.</verse>
				<verse number="9">کۀ يو هوښيار د يو بې‌وقوف خلاف د مقدمې دپاره عدالت ته روان شى نو بې‌وقوف به غصه شى او مسخرې به کوى نو بيا به څنګه صُلح راشى؟</verse>
				<verse number="10">د وينو تږى انسانان د نېک انسان نه نفرت کوى او په دې کوشش کښې وى چې صادقان ووژنى.</verse>
				<verse number="11">کم عقل د خپلې غصې پوره اظهار کوى، خو هوښيار خپل ځان په قابو کښې ساتى.</verse>
				<verse number="12">کۀ يو حکمران دروغو ته توجو ورکوى، نو د هغۀ ټول آفسران به بدکاران شى.</verse>
				<verse number="13">په دې کښې غريب او ظالم دواړه يو شان دى، ځکه مالِک خُدائ دواړو ته ژوندون ورکړے دے.</verse>
				<verse number="14">کۀ چرې يو بادشاه د غريبانانو سره اِنصاف کوى، د هغۀ بادشاهى به د تل دپاره قائمه وى.</verse>
				<verse number="15">د تربيت چوکه حِکمت پېدا کوى، خو چې کوم بچے چې آزاد آموخته شى نو هغه به د خپلې مور د شرمولو باعث شى.</verse>
				<verse number="16">کله چې د بدعمله حکومت راشى، نو ګناهونه عام شى، خو صادقان به د داسې خلقو خاتمه ووينى.</verse>
				<verse number="17">د خپل زوئ ښۀ تربيت وکړه هغه به تا ته سکون او خوشحالى درکړى.</verse>
				<verse number="18">چرته چې الهام نۀ وى نو هغه خلق سرکشه شى، خو بختور دى هغه څوک چې په شريعت عمل کوى.</verse>
				<verse number="19">صرف په خبرو نوکر نۀ سميږى، اګر چې هغه پوهه وى خو بيا هم ستا خبرو ته پام نۀ کوى.</verse>
				<verse number="20">څوک چې په جلدۍ کښې خبرې کوى نو هغه د کم عقل نه هم بدتر دے.</verse>
				<verse number="21">کۀ تۀ د ورکوټوالى نه خپل نوکر نيازبين آموخته کړې، نو په آخر کښې به هغه ستا پلار شى.</verse>
				<verse number="22">غصه ناک انسان جنګونه جوړوى، او تُند خويه نه ډېر ګناهونه کيږى.</verse>
				<verse number="23">د انسان غرور په دۀ باندې زوال راولى، خو د انسان عاجز خوى هغۀ ته عزت ورکوى.</verse>
				<verse number="24">د غلو ملګرے په خپله د ځان دشمن وى، هغه دا چې د قسم خوړلو نه وروستو به هم په عدالت کښې دروغ وائى.</verse>
				<verse number="25">څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.</verse>
				<verse number="26">ډېر د دې په کوشش کښې وى چې حکمران ورسره ښۀ وى، خو دا د مالِک خُدائ د طرف نه ده چې انسان ته اِنصاف ملاويږى.</verse>
				<verse number="27">نېکان د بې‌ايمانانو نه نفرت کوى، او بدکاران د نېکانو نه نفرت کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="30">
				<verse number="1">د ياقه د زوئ اجور پېغام چې د خُدائ کلام دے. دې سړى پېغام ورکړو ايتى‌اېل ته او ايتى‌اېل اوکال ته.</verse>
				<verse number="2">بې‌شکه چې زۀ په ټولو انسانانو کښې بې‌وقوفه يم، ما کښې د انسان په شان عقل نشته.</verse>
				<verse number="3">ما عقل او حِکمت نۀ دے زده کړے، او نۀ ما ته د مقدس ذات په حقله پته شته.</verse>
				<verse number="4">آسمان ته څوک تلے او بيا راغلے دے؟ هوا چا په موټى کښې بنده کړې ده؟ او سمندر چا په خپل څادر کښې راګېر کړے دے؟ او د دُنيا حدونه چا مقرر کړى دى؟ د هغۀ نوم څۀ دے او د هغۀ د زوئ نوم څۀ دے؟ کۀ تا ته پته وى نو ما ته يې راوښايه.</verse>
				<verse number="5">د خُدائ پاک هره خبره قابل اعتماد ده، هغه د هغوئ دپاره ډال دے څوک چې په هغۀ کښې پناه اخلى.</verse>
				<verse number="6">د هغۀ د کلام سره اضافه مۀ کوه ځکه چې هغه به دې ورَټى او دروغژن به دې ثابت کړى.</verse>
				<verse number="7">اے مالِکه خُدايه، زۀ د خپل مرګ نه وړاندې ستا نه دوه خواستونه کوم زما خواستونه مۀ رد کوه،</verse>
				<verse number="8">ما د دروغو او د چل وَل نه وساته مۀ ما غريب کړه او مۀ مې مالداره کړه، خو ما ته صرف خپله د هرې ورځې روټۍ راکړه.</verse>
				<verse number="9">هسې نه چې زۀ مالداره شم او تا ونۀ پېژنم او ووايم چې، ”مالِک خُدائ څوک دے؟“ او کۀ يا زۀ غريب شم او غلا وکړم، او داسې د مالِک خُدائ د نوم بې‌عزتى وکړم.</verse>
				<verse number="10">د يو نوکر غېبت د هغۀ نېک ته مۀ کوه هسې نه چې د هغۀ لعنت هغه په تا ووائى او دا به ستا دپاره تکليف جوړ کړى.</verse>
				<verse number="11">داسې انسانان هم شته چې په خپلو پلارانو لعنت وائى او په خپلو ميندو بدرد وائى،</verse>
				<verse number="12">خو هغوئ ته خپل ځان صفا ښکارى نو تر اوسه پورې د هغوئ هغه ګندګى لا صفا شوې نۀ ده،</verse>
				<verse number="13">خو د هغوئ سترګې هر وخت د کبر نه ډکې وى، او نورو ته په سپک نظر ګورى.</verse>
				<verse number="14">د هغوئ غاښونه د تُورو په شان دى او د هغوئ ژامنې د چړو په شان دى ترڅو چې غريبانان پرې د زمکې نه تير کړى، او د انسانانو نه ضرورتمند ختم کړى.</verse>
				<verse number="15">جوره دوه لوڼه لرى او هر وخت وائى چې، ”راکوه، راکوه.“ په دُنيا کښې درې څيزونه دى چې کله هم نۀ مړيږى، څلور څيزونه دى چې کله هم ”بس“ نۀ وائى،</verse>
				<verse number="16">قبر، او د شنډې رحم، او اوچه زمکه، او تېز اور.</verse>
				<verse number="17">هغه سترګې چې د خپل پلار پورې ټوقې کوى، او خپلې مور ته سپک ګورى، نو د صحرا په ټپوسانو به راويستلے شى، او لاش به يې د صحرا د ګنجۍ خوراک شى.</verse>
				<verse number="18">په دُنيا کښې درې څيزونه دى چې هغه زما دپاره د حېرانتيا دى، او څلور څيزونه داسې دى چې په هغوئ زۀ پوهه نۀ شوم،</verse>
				<verse number="19">په هوا کښې د باز الوتل، او په ګټ باندې د مار تلل، او په سمندر کښې د کشتۍ اوړېدل، او د سړى مينه د ښځې سره پېدا کېدل.</verse>
				<verse number="20">دا د زناکارې ښځې طريقه ده چې کله زنا وکړى او بيا ولامبى او سراسر منکره شى او وائى چې، ”ما خو څۀ غلطى نۀ ده کړې.“</verse>
				<verse number="21">زمکه د درېو څيزونو په وجه لړزيږى، او څلور څيزونه برداشت کولے نۀ شى.</verse>
				<verse number="22">هغه غلام چې بادشاه شى، هغه کم عقل چې په ګېډه موړ شى،</verse>
				<verse number="23">ترخه ښځه چې وادۀ شى، او کومه وينځه چې د خپلې بى‌بى بن جوړه شى.</verse>
				<verse number="24">څلور څيزونه دى چې په زمکه واړۀ دى، خو دوئ ډېر زيات هوښيار دى.</verse>
				<verse number="25">مېږى خو کمزورے مخلوق دے، خو بيا هم په ګرمۍ کښې خپل ځان له خوراک راټولوى،</verse>
				<verse number="26">ځنګلى سوه خو کمزورے مخلوق دے خو په ګټانو او ګړنګونو کښې ځانله کور جوړوى،</verse>
				<verse number="27">د مُلخانو بادشاه نۀ وى، خو د لښکر په شان روان وى.</verse>
				<verse number="28">چرمښکۍ په لاس کښې هم رانيولے کېدے شى، خو دا د بادشاهانو په محلونو کښې ګرځى.</verse>
				<verse number="29">داسې درې بلکې څلور څيزونه دى چې په ناز ناز قدم اخلى يعنې،</verse>
				<verse number="30">زمرے، چې په ځناورو کښې د ټولو نه زيات تکړه دے او د يو څيز نه هم نۀ يريږى،</verse>
				<verse number="31">هغه چرګ چې ځان ببر کړى، نر چېلے، او بادشاه چې خپل فوجيان ورسره وى.</verse>
				<verse number="32">کۀ تا کم عقلتوب وکړو او خپل ځان دې لوئ کړو، او يا دې خرابې منصوبې جوړې کړې نو په خپلې خولې دې لاس کېږده.</verse>
				<verse number="33">دغه شان کۀ شُملې وشاربې نو د شُملو نه کُچ جوړيږى، لکه څنګه چې پوزه زور کړى او وينه ترې نه راوځى، غصه شاربل هم لانجه جوړوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="31">
				<verse number="1">دا هغه پېغام دے چې لمو‌اېل بادشاه ته خپلې مور تعليم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="2">اے زما زويه، اے زما د تن نه په نذرانو او منښتو پېدا شوى زويه،</verse>
				<verse number="3">خپل د ځوانۍ طاقت دې په ښځو مۀ ختموه او خپل مال په هغوئ مۀ خرچ کوه، ښځو بادشاهان تباه کړى دى.</verse>
				<verse number="4">اے لمو‌اېله، د بادشاه دپاره دا ښۀ کار نۀ دے، چې شرابى وى، او حکمرانان دې شرابخوارۀ نۀ وى.</verse>
				<verse number="5">هسې نه چې دوئ شراب وڅښى شريعت ترې نه هېر شى او ټول مظلومان د خپل حق نه محرومه کړى.</verse>
				<verse number="6">شراب هغوئ ته ورکړه څوک چې تباه کيږى، او مے د هغوئ دپاره وى څوک چې په غم آخته وى.</verse>
				<verse number="7">دوئ پرېږده چې ځان نشه کړى او چې خپله غريبى پرې هېره کړى چې خپل غم ورنه هېر شى.</verse>
				<verse number="8">د هغوئ په ځائ خبرې کوه څوک چې د خپل ځان دپاره خبره نۀ شى کولے. او د هغه ټولو خلقو د حق دپاره څوک چې مسکينان وى.</verse>
				<verse number="9">خبره کوه او په اِنصاف سره عدالت کوه، د غريب او حاجتمند د حق حِفاظت وکړه.</verse>
				<verse number="10">يوه پاکه او عزتمنده ښځه څوک پېدا کولے شى؟ هغه د لعلونو نه زياته قيمتى وى.</verse>
				<verse number="11">د خاوند په هغې باندې پوره باور وى، او هغه به دے د څۀ محتاجه نۀ کړى.</verse>
				<verse number="12">په خپل ټول عمر کښې به دا هغۀ ته فائده ورکوى او نقصان به نۀ ورکوى.</verse>
				<verse number="13">هغه سنډ او وړۍ پېدا کوى او د هغې نه په خپلو لاسونو په خوشحالۍ سره کپړې جوړوى.</verse>
				<verse number="14">هغه د سوداګرو د سمندرى جهاز په شان وى، څوک چې خپل خوراک د لرې نه راوړى.</verse>
				<verse number="15">هغه سحر وختى راپاڅى لا چې تيارۀ وى او د خپل خاندان دپاره خوراک تياروى او خپلو وينځو ته کار ورښائى.</verse>
				<verse number="16">د زيات سوچ کولو نه وروستو هغه چرته زمکه خوښوى او په بيعه يې اخلى او د خپلې ګټې او محنت په پېسو پکښې د انګور باغ لګوى.</verse>
				<verse number="17">هغه خپل کار په ډېر محنت او د زړۀ نه کوى، او د هغې مټې د خپل کار پوره کولو دپاره مضبوطې وى.</verse>
				<verse number="18">هغه په دې پوهيږى چې روزګار يې ګټه کوى، نو په شپه کښې تر ناوخته کار کوى.</verse>
				<verse number="19">هغه په خپلو لاسونو سره څرخه کوى او دوک په خپلو ګوتو سره نيسى.</verse>
				<verse number="20">هغه خپل لاسونه د غريبانانو مدد دپاره غزوى او حاجتمندو ته خپل لاسونه ورسوى.</verse>
				<verse number="21">کله چې واوره وريږى نو د هغې سره د خپل خاندان څۀ فکر نۀ وى، ځکه چې هغې دوئ ته ګرمې جامې تيارې کړى وى.</verse>
				<verse number="22">هغه د خپل کټ دپاره څادر او د خپل ځان دپاره نازکې او رنګارنګ کپړې تياروى.</verse>
				<verse number="23">د هغې خاوند ته په جرګه کښې عزت ملاويږى، کله چې هم دے د ښار د مشرانو سره ناست وى.</verse>
				<verse number="24">هغه د کتان جامې جوړوى او خرڅوى، او تاجرانو ته يې د پټۍ په شکل کښې هم ورکوى.</verse>
				<verse number="25">هغه د طاقت او وقار په لباس ملبوسه ده او د راتلونکو ورځو په حقله هغه خاندى او بې‌فکره وى.</verse>
				<verse number="26">هغه په حِکمت سره خبرې کوى، او هغه په مهربانۍ سره ښودنه کوى.</verse>
				<verse number="27">هغه د خپل کور په حالاتو او سامان باندې خيال ساتى او د ناراستۍ روټۍ نۀ خورى.</verse>
				<verse number="28">د هغې بچى چې راپاڅى نو دې ته برکت ورکوى او خاوند يې هم صِفت کوى،</verse>
				<verse number="29">”ډيرې ښځې دى چې د عزت او درانۀ کارونه کوى، خو تۀ د دې ټولو نه ښۀ يې.“</verse>
				<verse number="30">نازونه اداګانې دوکه ده او حُسن فانى دے، خو کومه ښځه چې د مالِک خُدائ نه يريږى نو هغه د صِفت قابله ده.</verse>
				<verse number="31">کوم کارونه چې هغې کړى دى هغې ته يې اجر ورکړئ، او د خلقو په مينځ کښې د هغې د محنت ستائينه وکړئ.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="21">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">دا د معلِم خبرې دى، چې د داؤد زوئ وو او د يروشلم بادشاه وو.</verse>
				<verse number="2">هغه معلِم فرمائى، ژوند يو غټ راز دے، او زمونږ پوهه د دې په حقله ډېره محدوده ده.</verse>
				<verse number="3">په مخ د زمکې خلق دومره خوارى کوى نو د دې نه دوئ تۀ فائده څۀ ده؟</verse>
				<verse number="4">پيړۍ په پيړۍ تېرې شى، خو زمکه همېشه قائمه وى.</verse>
				<verse number="5">نمر راوخېژى او پرېوځى او هغه ځائ ته زر زر بيا ځى چې د کوم ځائ نه راخيژى.</verse>
				<verse number="6">هوا د جنوب طرف ته چليږى، بيا تاو شى او د شمال طرف ته چليږى، دا ګېرچاپېره تاويږى راتاويږى او ځى راځى.</verse>
				<verse number="7">ټول سيندونه سمندر ته بهيږى، خو سمندر ډک نۀ شو. ځکه چې د سيندونو اوبۀ د کوم ځائ نه بهيږى نو هم هلته مسلسل واپس راځى او بيا د هغه ځائ نه بهيږى.</verse>
				<verse number="8">ټول څيزونه دومره د خوارۍ ډک دى چې انسان يې بيانولے نۀ شى. نۀ سترګې په کتلو مړيږى، او نۀ غوږونه په اورېدو ډکيږى.</verse>
				<verse number="9">څۀ چې مخکښې وُو دا به بيا هم وى، څۀ چې شوى دى هغه به بيا هم کيږى. په مخ د زمکې هيڅ هم نوى نشته.</verse>
				<verse number="10">کله کله خلق وائى، ”ګوره، دا يو نوے څيز دے.“ خو په اصل کښې دا زوړ وى، يو څيز هم په رښتيا نوے نۀ دے.</verse>
				<verse number="11">هيچا ته ياد نۀ دى چې په تېرو وختونو کښې څۀ شوى وُو او څۀ چې اوس کيږى هغه به د راتلونکى وخت خلقو ته ياد نۀ وى.</verse>
				<verse number="12">زۀ معلِم په يروشلم کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه وم.</verse>
				<verse number="13">ما پوره عقل سره تلاش شروع کړو چې زۀ به حکمت سره هغه هر څۀ وګورم او معلوم به يې کړم کوم چې په دُنيا کښې شوى دى. نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان ته د مشکل مشقت ذمه وارى ورکړې ده چې مصروف يې وساتى.</verse>
				<verse number="14">ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بې‌معنې دى او هوا پسې منډې وهل دى.</verse>
				<verse number="15">څۀ چې غلط دى هغه ټيک کېدے نۀ شى، او د څۀ چې کمے دے نو هغه پېدا کېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="16">ما خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د هغه ټولو نه ډېر زيات هوښيار يم چا چې زما نه مخکښې په يروشلم بادشاهى کړې ده. ما ډېر حِکمت او عِلم حاصل کړے دے.“</verse>
				<verse number="17">ما خپل پوره ذهنى طاقت په دې ولګولو چې حِکمت وپېژنم، او هم په ليونتوب او بې‌وقوفتوب پوهه شم، خو ما ته پته ولګېده چې دا ټول هم هوا پسې منډې وهل دى.</verse>
				<verse number="18">ځکه چرته چې حِکمت زيات وى هلته پرېشانى هم زياته وى، او څوک چې عِلم زياتوى هغه غمونه زياتوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">ما خپل زړۀ کښې ووئيل چې، ”عېش عشرت به وکړم او ښۀ مزې به وکړم،“ خو پته راته ولګېده چې دا هم بې‌معنې دى.</verse>
				<verse number="2">نو ما ووئيل چې، ”خندا کم عقلتوب دے او عېش عشرت چا له څۀ ورکوى؟“</verse>
				<verse number="3">د ډېر سوچ نه پس ما فېصله وکړه چې د ميو په ذريعه ځان په سُر کښې کړم. او د حکمت په لټون کښې مې کم عقلتوب شروع کړو. ما غوښتل چې معلوم کړم چې د انسان په دوه څلور ورځې ژوند کښې په مخ د زمکې څۀ کول فائده مند دى.</verse>
				<verse number="4">ما لوئ لوئ کارونه وکړل. ما د ځان دپاره کورونه جوړ کړل او د انګورو باغونه مې وکَرل.</verse>
				<verse number="5">ما د ځان دپاره چمنونه او باغونه جوړ کړل، او په هغې کښې مې هر قِسمه د مېوو ونې ولګولې،</verse>
				<verse number="6">ما تالابونه جوړ کړل چې د هغې په ذريعه دا ډيرې ونې اوبۀ کوم.</verse>
				<verse number="7">ما ډېر غلامان او وينځې واخستلې، او زما په کور کښې هم غلامان پېدا شوى وُو. ما سره دومره زيات څاروى وُو چې په يروشلم کښې پخوانى يو بادشاه سره هم نۀ وُو.</verse>
				<verse number="8">ما د خپل ځان دپاره سپين زر، سرۀ زر، او د بادشاهانو او صوبو خزانې راټولې کړې. ما سره سندرغاړى سړى او ښځې وې، او ما سره نورې داسې ډېرې ښائسته وينځې وې چې سړے يې ارمان کوى.</verse>
				<verse number="9">نو داسې زۀ د هغه ټولو نه لوئ سړے شوم څوک چې زما نه مخکښې په يروشلم کښې تېر شوى وُو، او ما خپل حِکمت جارى ساتلے وو.</verse>
				<verse number="10">ما چې څۀ هم غوښتل نو هغه ما اخستى وُو. ما د خپل ځان نه د يوې خوشحالۍ اِنکار هم نۀ وو کړے. ما چې کوم محنت کړے وو نو زۀ په هغې باندې خوشحاله وم، او دا خوشحالى زما د هغه محنت اِنعام وو.</verse>
				<verse number="11">خو څنګه چې ما هغه هر څۀ ته وکتل د څۀ حاصلولو دپاره چې ما ډېر محنت کړے وو، نو دا هر څۀ بې‌معنې وُو، داسې لکه چې هوا پسې منډې وهى. او په مخ د زمکې د هيڅ کار هم څۀ فائده نۀ وى.</verse>
				<verse number="12">نو ما فېصله وکړه چې په حِکمت، کم عقلتوب او په ليونتوب غور وکړم. نو زۀ پوهه شوم چې کوم کس به د بادشاه د وفات نه پس په تخت کښېنى نو هغه به صرف د تېر شوى بادشاه په شان حکومت کوى.</verse>
				<verse number="13">ما وکتل چې څنګه رڼا د تيارې نه ښۀ ده نو داسې حِکمت د کم عقلتوب نه ښۀ دے.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې هوښيارانو ته دا پته وى چې هغوئ چرته روان دى، خو کم عقلو ته پته نۀ لګى ځکه چې هغوئ په تيارۀ کښې روان وى. خو ما ته دا پته هم ولګېده چې زمونږ د دواړو اَنجام يو دے.</verse>
				<verse number="15">ما د ځان سره ووئيل، ”د کم عقل په شان اَنجام به زما هم وى، نو بيا زما د ټول حِکمت فائده څۀ ده؟ دا هر څۀ بې‌معنې دى.“</verse>
				<verse number="16">ځکه چې هوښيار او کم عقل دواړه به مرى. هوښيار به د کم عقل نه تر زيات وخته پورې ياد نۀ شى ساتلے. په راتلونکى وخت کښې به دواړه هېر کړے شى.</verse>
				<verse number="17">نو ما د ژوند نه نفرت شروع کړو، ځکه چې دې ما له په دُنيا کښې د تکليف نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو راکړى. دا هر څۀ بې‌معنې وُو، هسې هوا پسې منډې وهل وو.</verse>
				<verse number="18">ما چې په مخ د زمکې د هر څۀ دپاره محنت کړے وو نو د هغې نه زما نفرت پېدا شو، ځکه چې دا هر څۀ به هغۀ ته پاتې شى چې زما نه پس به راځى.</verse>
				<verse number="19">او چا ته پته ده چې هغه به هوښيار وى او کۀ کم عقل؟ خو چې ما د څۀ دپاره محنت کړے دے نو هغه هر څۀ به د هغۀ شى، څۀ چې ما په خپله هوښيارتيا په مخ د زمکې ګټلى دى نو هغه هر څۀ به د هغۀ وى. دا ټول بې‌معنې دى.</verse>
				<verse number="20">ما چې په مخ د زمکې کوم سخت محنت کړے وو د هغې نه زۀ مايوسه شوم او زما زړۀ همت بائيلو.</verse>
				<verse number="21">ځکه چې تۀ به خپل کار په ډېر حِکمت، پوهې او مهارت سره وکړې او بيا به دا هر څۀ هغه چا ته پرېږدې چې هغۀ د دې دپاره هيڅ هم نۀ وى کړى. دا بې‌معنې دى او لويه بد قسمتى ده.</verse>
				<verse number="22">نو په مخ د زمکې انسان ته د سخت محنت او پرېشانۍ نه څۀ حاصليږى؟</verse>
				<verse number="23">هره ورځ هغه کړيږى او د خپل کار دپاره پرېشانه وى. او د شپې هم ورته ذهنى سکون نۀ ملاويږى. دا هر څۀ بې‌معنې دى.</verse>
				<verse number="24">د انسان دپاره د ټولو نه ښۀ خبره دا ده چې خوراک څښاک کوى او د خپل محنت نه خوشحاله وى. خو ما ته دا پته هم ولګېده چې دا څيزونه د خُدائ پاک له طرف نه دى.</verse>
				<verse number="25">ځکه چې صرف د خُدائ پاک په مدد سره مونږ خوراک کولے شُو او د ژوند نه مزې اخستے شُو.</verse>
				<verse number="26">خُدائ پاک هغه چا له حِکمت، پوهه او خوشحالى ورکوى څوک چې هغه رضا کوى. خو خُدائ پاک ګناهګارو له هدف ورکوى چې دولت راټول کړى او بيا يې ترې نه واخلى او هغه چا له يې ورکړى چې څوک هغه رضا کوى. نو دا هم بې‌معنې دى. دا داسې دى لکه چې څوک عبث منډې وهى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">د هر څيز خپل وخت وى، د هر کار دپاره په مخ د زمکې وخت مقرر وى.</verse>
				<verse number="2">د پېدايښت او مرګ دپاره وخت مقرر وى، د فصل کَرلو او د رېبلو دپاره وخت مقرر وى،</verse>
				<verse number="3">د مړ کولو او روغولو دپاره وخت مقرر وى، د راغورزولو او د آبادولو دپاره وخت مقرر وى.</verse>
				<verse number="4">د غم دپاره او د خوشحالۍ دپاره وخت مقرر وى، د ماتم دپاره او د ګډېدو دپاره وخت مقرر وى،</verse>
				<verse number="5">د کاڼو خورولو او راغونډولو دپاره وخت مقرر وى، د غاړه وتلو او نۀ غاړه وتلو دپاره وخت مقرر وى.</verse>
				<verse number="6">د تلاش کولو او د تلاش پرېښودلو دپاره وخت مقرر وى، د محفوظ ساتلو دپاره او د غورزولو دپاره وخت مقرر وى،</verse>
				<verse number="7">د شلولو او د ګنډلو دپاره وخت مقرر وى، د خاموشۍ او د خبرو کولو دپاره وخت مقرر وى.</verse>
				<verse number="8">د مينې کولو دپاره او د نفرت کولو دپاره وخت مقرر وى، د جنګ دپاره او د امن دپاره وخت مقرر وى.</verse>
				<verse number="9">يو کاريګر د خپل محنت نه څۀ فائده اخلى؟</verse>
				<verse number="10">ما هغه بوج کتلے دے کوم چې خُدائ پاک په مونږ باندې اېښے دے.</verse>
				<verse number="11">خو خُدائ پاک هر څۀ داسې جوړ کړى دى چې په خپل وخت باندې ښائسته او مناسب وى. هغه انسانانو له د ابديت خيال ورکوى، خو سره د دې مونږ د خُدائ پاک په کار باندې د اول نه واخله تر آخره پورې پوره نۀ شُو پوهېدلے څۀ چې هغه کوى.</verse>
				<verse number="12">نو زۀ پوهه شوم چې د ټولو نه ښۀ خبره دا ده چې د ژوند نه مونږ خوندونه او مزې واخلو تر کومې پورې چې مونږ ژوندى يُو.</verse>
				<verse number="13">مونږ ټولو له په کار دى چې خوراک څښاک کوُو او په خپله خوارۍ مزدورۍ کښې خوشحاله اوسو. دا د خُدائ پاک نعمتونه دى.</verse>
				<verse number="14">ما ته پته ده څۀ چې خُدائ پاک کوى نو هغه د همېشه دپاره پاتې کېدونکى وى. په هغې کښې نۀ څۀ کمے کېدے شى او نۀ څۀ زياتے. او دا هر څۀ خُدائ پاک ځکه کوى چې خلق د هغۀ نه يريږى.</verse>
				<verse number="15">هر څۀ چې اوس کيږى هغه پخوا هم شوى دى، او څۀ چې به په آئنده کښې کيږى، هغه پخوا هم شوى دى. ځکه چې خُدائ پاک دا هر څۀ بيا بيا دوباره کوى.</verse>
				<verse number="16">د دې نه علاوه ما دا هم وکتل، چرته چې مونږ د اِنصاف توقع کوله هلته بدعملى وه، چرته چې مونږ د صداقت توقع کوله هلته بدعملى وه.</verse>
				<verse number="17">ما په خپل زړۀ کښې ووئيل، خُدائ پاک به د بدعملو او د صادقانو عدالت کوى، ځکه چې هر يو څيز او هر يو کار دپاره يو وخت مقرر دے.</verse>
				<verse number="18">او ما دا هم په خپل زړۀ کښې ووئيل، چې خُدائ پاک د انسانانو آزمېښت کوى، چې مونږ ته دا وښائى چې مونږ د ځناورو نه ښۀ نۀ يُو.</verse>
				<verse number="19">لنډه دا چې، د انسانانو او ځناورو دواړو اَنجام يو دے، انسان او ځناور دواړه ساه اخلى، او دواړه مرى. انسان د ځناور نه بهتر نۀ دے، دا هر څۀ بې‌معنې دى.</verse>
				<verse number="20">مونږ ټول د مرګ طرف ته روان يُو، مونږ ټول د خاورو نه جوړ يُو او بيا به خاورو ته ځو.</verse>
				<verse number="21">څوک دا يقين سره وئيلے شى چې د مرګ نه پس د انسان روح بره ځى او د ځناور روح لاندې زمکې ته ځى؟</verse>
				<verse number="22">نو بيا ما ته دا پته ولګېده چې د دې نه ښۀ خبره نشته چې په خپل محنت باندې خوشحاله اوسو. د دې نه بغېر بله لار نشته. هيچا ته پته نۀ لګى چې د مرګ نه پس به څۀ کيږى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">ما يو ځل بيا نظر واچولو او هغه ټول ظلم مې وليدو کوم چې په مخ د زمکې کيږى. ګوره د مظلومانو وښکې څاڅى خو د تسلۍ ورکولو والا هيڅوک نۀ وى. ظالمان ډېر زورَور دى او مظلومان ډېر بې‌وسه دى.</verse>
				<verse number="2">نو ما هغه خلق بختور وګڼل کوم چې مړۀ شوى دى، د هغه خلقو نه کوم چې تر اوسه پورې ژوندى دى.</verse>
				<verse number="3">خو د ټولو نه بختور هغه دى کوم چې لا پېدا شوى نۀ دى، چې هغوئ هغه بدعملى نۀ ده ليدلې کومه چې په مخ د زمکې کيږى.</verse>
				<verse number="4">بيا ما دا هم وکتل چې ټول خلق دې دپاره محنت کوى او د اُستاذۍ نه کار اخلى ځکه چې هغوئ د يو بل سره حسد کوى. خو دا بې‌معنې وى. دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.</verse>
				<verse number="5">کم عقل د لاس مشقت پرېږدى او خپل ځان د لوږې وژنى.</verse>
				<verse number="6">خېر دے چې لږ وى خو چې د آرام سره وى، نه چې ډېر وى او د بې‌حده محنت سره وى. حد نه زيات محنت هوا پسې منډې وهل دى.</verse>
				<verse number="7">ما په دُنيا کښې نور څۀ هم ليدلى دى چې هغه بې‌معنې دى.</verse>
				<verse number="8">دا د يو سړى خبره ده څوک چې بلکل يواځې وو. د هغۀ نۀ بچى وُو او نۀ يې خپلوان وُو. هغۀ به هر وخت کار کولو، خو بيا هم هغه په خپله ګټه باندې مطمئن نۀ وو. هغۀ د خپل ځان نه تپوس وکړو، ”د چا دپاره زۀ دومره سخت محنت کوم او خپل ځان د خوشحالۍ نه محروم ساتم؟“ دا هم بې‌معنې دى او د افسوس خبره ده.</verse>
				<verse number="9">د يو نه دوه کسان ښۀ وى، ځکه چې هغوئ د خپل محنت نه ښۀ فائده اخستے شى.</verse>
				<verse number="10">کۀ په هغوئ کښې يو کس وغورزيږى، نو هغه دوېم به يې راپاڅوى، خو کۀ څوک يواځې وى او وغورزيږى، نو په هغۀ افسوس، ځکه چې داسې به څوک نۀ وى چې هغه راپاڅوى.</verse>
				<verse number="11">هم داسې، کۀ يخنى وى او دوه کسان يو ځائ څملى نو ګرم به شى، خو يو کس به يواځې څنګه ځان ګرم کړى؟</verse>
				<verse number="12">خو کۀ يو کس يواځې وى نو شکست به وخورى، خو کۀ دوه کسه يو ځائ شى نو مقابله کولے شى. د درېو مزو پړے په آسانه نۀ شليږى.</verse>
				<verse number="13">‏يو غريب خو هوښيار ځوان ښۀ دے د هغه بوډا او کم عقل بادشاه نه، څوک چې د چا نصيحت ته غوږ نۀ اېږدى.</verse>
				<verse number="14">دغه ځوان د غريبۍ نه د کاميابۍ طرف ته تلے شى، اګر کۀ هغه قېدى وو خو هغه بيا هم بادشاه جوړېدے شى.</verse>
				<verse number="15">بيا ما وکتل چې خلق يو بل ځوان پسې روان وُو، څوک به چې د هغۀ په ځائ بادشاه شى.</verse>
				<verse number="16">بې‌شمېره خلق د هغۀ نه ګېرچاپېره وُو، خو بيا يوه بله پيړۍ راوچته شوه او هغه يې هم رد کړو. نو دا څيزونه بې‌معنې دى، دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">کله چې تۀ د خُدائ پاک کور ته ځې نو چې څۀ کوې هغه ډېر خيال سره کوه. د اورېدلو دپاره د خُدائ پاک حضور ته تلل بهتر دى د کم عقلانو په شان د قربانو پېش کولو نه، خُدائ پاک ته بې‌سوچه نذرانې پېش کول بدعملى ده.</verse>
				<verse number="2">د خُدائ پاک په حضور کښې په خبرو کولو کښې تېزى مۀ کوه، د هغۀ په وړاندې په څۀ بيان کولو کښې جلدى مۀ کوه. ځکه چې هغه په آسمان کښې دے او تۀ په زمکه باندې يې، نو د ضرورت نه زياتې خبرې مۀ کوه.</verse>
				<verse number="3">څومره چې تۀ پرېشانه يې، نو هغه هومره به خراب خوبونه وينې او چې څومره زياتې خبرې کوې، نو هغه هومره به کم عقلې خبرې درنه وځى.</verse>
				<verse number="4">کله چې تۀ خُدائ پاک ته يوه منښته ومنې، نو چې څومره زر کېدے شى نو دا منښته پوره کوه. هغه د کم عقلو خلقو نه خوشحال نۀ وى. کومه منښته چې ومنې نو هغه سر ته رسوه.</verse>
				<verse number="5">چې يوه منښته ومنې او سر ته يې نۀ رسوې نو د داسې منښتې د منلو نه نۀ منل ښۀ دى.</verse>
				<verse number="6">د خپلو خبرو په وجه ځان مۀ ګناهګارَوه، او اِمام ته مۀ وايه چې ما په غلطۍ سره منښته منلې وه. نو په دې وئيلو سره خُدائ پاک مۀ غصه کوه چې ستا ټول محنت مشقت تباه کړى.</verse>
				<verse number="7">خو ډېر خوبونه او ډيرې خبرې بې‌معنې دى، په ځائ د دې د خُدائ پاک نه وويرېږئ.</verse>
				<verse number="8">چې کله تۀ وګورې چې په يوه علاقه کښې غريبانانو باندې ظلم زياتے کيږى او هغوئ ته صداقت او اِنصاف او د هغوئ حقُونه نۀ ملاويږى نو په دې باندې مۀ حېرانېږه. د هر آفسر دپاسه بل آفسر وى او د هغوئ د سر دپاسه نور آفسران وى.</verse>
				<verse number="9">تر دې چې بادشاه هم د دې مُلک نه خپل مفاد حاصلوى.</verse>
				<verse number="10">څوک چې د پېسو سره مينه لرى، نو هغه به هيڅکله په پېسو موړ نۀ شى. څوک چې د دولت سره مينه لرى، نو هغه به هيڅکله په دولت موړ نۀ شى. ځکه چې دا هم بې‌معنې دى.</verse>
				<verse number="11">چې څومره پېسې زياتې وى، نو دومره به د دې د خوړلو خلق هم زيات وى. دغه دولت ته د کتلو نه سېوا مالِک ته څۀ حاصل شول؟</verse>
				<verse number="12">محنت مزدورۍ کولو والا کۀ لږه خوړلى وى او کۀ ډېره خو ښۀ د سکون خوب کوى، خو د مالداره سړى دولت هغه خوب ته نۀ پرېږدى.</verse>
				<verse number="13">ما په مخ د زمکې يو بل ډېر خراب کار ليدلے دے. څوک چې د ځان دپاره پېسې جمع کوى نو هغه وروستو هم د هغوئ دپاره د نقصان باعث شى،</verse>
				<verse number="14">ځکه چې هغوئ دا ټولې پېسې په يو ناکاميابه کاروبار کښې بائيلى او په آخر کښې د هغوئ سره هيڅ هم نۀ وى چې خپلو بچو ته يې پرېږدى.</verse>
				<verse number="15">لکه څنګه چې ماشوم دې دُنيا ته لغړ او خالى لاسونه راځى، هم داسې به دې دُنيا نه خالى لاسونه ځى. هغه د ټول محنت باوجود هم د ځان سره هيڅ هم نۀ شى وړلے.</verse>
				<verse number="16">دا هم ډېره د افسوس خبره ده، چې څنګه انسان دُنيا ته راځى نو هغه شان ځى. هغۀ فائده څۀ وکړه؟ چې عبث هوا پسې يې منډې ووهلې؟</verse>
				<verse number="17">هغۀ خپل ټول ژوند په تيارۀ، په پرېشانۍ، په غصه او په بيمارۍ کښې تېر کړو.</verse>
				<verse number="18">نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې د انسان دپاره ښۀ او بهتره دا ده چې څومره ورځې خُدائ پاک هغۀ له ورکړې دى په هغې کښې خوراک څښاک کوى او په مخ د زمکې د خپل سخت محنت نه خوند اخلى. ځکه چې هم دا زمونږه اجر دے.</verse>
				<verse number="19">کۀ خُدائ پاک چا له دولت او جائيداد ورکوى او د دې قابل يې جوړوى چې د دې نه خوند واخلى، او دا خپل نصيب وګڼى او محنت سره سره خوشحاله هم وى، نو دا د خُدائ پاک د طرف نه اِنعام دے.</verse>
				<verse number="20">حقيقت کښې خُدائ پاک هغوئ په خوشحالۍ کښې دومره مصروف ساتى چې هغوئ سره د اندېښنو دپاره وخت هم نۀ وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">په مخ د زمکې ما يوه بله خرابه خبره ليدلې ده او دا په انسان باندې يو دروند بوج دے.</verse>
				<verse number="2">دا د هغه کس خبره ده چا له چې خُدائ پاک مال دولت، عزت او جائيداد ورکړى او هغه هر څۀ ورکړى چې د هغۀ زړۀ يې غواړى، خو خُدائ پاک يې د دې په خوند پوهه نۀ کړى او د هغۀ په ځائ يو پردے کس په دې باندې مزې وکړى. دا بې‌معنې دى او لوئ مصيبت دے.</verse>
				<verse number="3">کۀ د يو سړى سل بچى وى او تر بوډاتوبه پورې ژوندے وى، خو کۀ په ژوند کښې څۀ خوشحالى ونۀ وينى او په عزت سره دفن نۀ شى نو زۀ خو به دا وايم چې د دۀ نه خو هغه ماشوم ښۀ دے چې مړ پېدا شوے وى.</verse>
				<verse number="4">د داسې پېدائشى مړ ماشوم دُنيا ته راتګ او تګ بې‌معنې دے، مرګ د هغۀ شناخت زمونږ نه پټ ساتى.</verse>
				<verse number="5">اګر چې هغۀ نمر هم نۀ دے ليدلے او نۀ ورته دا پته لګېدلې ده چې ژوند څنګه وى، خو بيا هم هغۀ ته د هغه مالداره سړى نه زيات آرام حاصل دے.</verse>
				<verse number="6">فرض کړه کۀ هغه دوه زره کاله ژوندے وى خو چې په ژوند کښې يې څۀ خوشحالى نۀ وى، نو څۀ فائده؟ آخر مرګ خو هر ژوندى له شته.</verse>
				<verse number="7">انسان ټول محنت د خوراک پېدا کولو دپاره کوى، خو د هغۀ لوږه هيڅکله نۀ ختميږى.</verse>
				<verse number="8">هوښيار کس د کم عقل نه په څۀ فائده مند وى؟ کۀ غريب کس خلقو سره مناسب سلوک کوى نو په دې کښې د هغۀ دپاره څۀ فائده ده؟</verse>
				<verse number="9">څۀ چې مونږ سره وى د هغې نه خوند اخستل ښۀ دى په ځائ د دې چې د هغه څيزونو خواهش ولرو چې مونږ سره نۀ وى. دا بې‌معنې دى، او دا داسې دى لکه چې هوا پسې منډې وهى.</verse>
				<verse number="10">هر څۀ چې کيږى هغه د تقدير ليک وى. دا ډېر د پخوا نه معلومه وه چې د هر يو کس سره به څۀ کيږى. نو خُدائ پاک سره د دې موضوع په حقله بحث کول فضول دى.</verse>
				<verse number="11">څومره چې خبرې زياتيږى، نو دومره بې‌مطلبه کيږى، نو د بحث نه فائده څۀ؟</verse>
				<verse number="12">نو چا ته څۀ پته وى چې زمونږ په دې لنډ او بې‌فائدې ژوند کښې، زمونږ دپاره څۀ ښۀ دى، داسې ژوند چې د سورى په شان تېريږى؟ چا ته دا پته ده چې د مرګ نه پس به څۀ کيږى؟</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">نېک نامى د قيمتى عطرو نه بهتره ده، او د مرګ ورځ د پېدا کېدو د ورځې نه بهتره ده.</verse>
				<verse number="2">ښۀ دا ده چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې ماتم کيږى نه چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې دعوت وى، ځکه چې ژوندو خلقو له دا خبره په ذهن کښې کښېنول په کار دى چې مرګ زمونږ د ټولو انتظار کوى.</verse>
				<verse number="3">د خندا نه غم ښۀ وى، غمژن مخ د زړۀ د بهترۍ سبب جوړيږى.</verse>
				<verse number="4">هوښيار کس د مرګ په حقله ډېر فکر کوى، خو کم عقل صرف د عېش عشرت په حقله فکر کوى.</verse>
				<verse number="5">ښۀ خبره دا ده چې هوښيار دې ورَټى په ځائ د دې نه چې د کم عقلو خلقو د خوشامندۍ سندرې واورې.</verse>
				<verse number="6">د کم عقل خندا داسې وى لکه چې دېګچى لاندې په اور کښې ازغى ټسيږى. دا شور خو جوړوى خو هيڅ مقصد يې نۀ وى.</verse>
				<verse number="7">ناروا ګټه هوښيارو خلقو نه کم عقل جوړوى، او رشوت اخستل ضمير خرابوى.</verse>
				<verse number="8">د څۀ سر ته رسول د هغې د شروع نه ښۀ وى، او د غرور کولو نه صبر کول ښۀ دى.</verse>
				<verse number="9">خپله غصه په قابو کښې ساته، ځکه چې د کم عقل دماغ د غصې کور وى.</verse>
				<verse number="10">هيڅکله داسې مۀ وايه، ”تېر وخت د اوس نه ښۀ وو.“ دا خبره کول عقلمندى نۀ ده.</verse>
				<verse number="11">هوښيار جوړېدل ښۀ دى. دا داسې دى لکه چې ميراث واخلى. په دُنيا کښې د هر چا دپاره عقلمند جوړېدل فائده مند دى.</verse>
				<verse number="12">عقلمندى به دې د پېسو په شان حِفاظت کوى. او د عقلمندۍ خاص فائده دا ده چې هغه خپل مالِک محفوظ ساتى.</verse>
				<verse number="13">د خُدائ پاک په کارونو باندې فکر وکړه، څۀ چې هغۀ کاږۀ جوړ کړى وى نو هغه څوک نېغولے شى؟</verse>
				<verse number="14">په ښۀ حالاتو کښې خوشحاله اوسئ، خو چې کله تکليف راځى، نو ياد ساته چې خوشحالى او تکليف، دواړه خُدائ پاک راولى، او هيچا ته پته نۀ لګى چې سبا به څۀ کيږى.</verse>
				<verse number="15">ما په خپل بې‌فائدې ژوند کښې هر څۀ ليدلى دى، يو صادق باوجود د خپل صداقت نه هم تباه شى او يو بدعمله په خپله بدعملۍ کښې اوږد عُمر تېر کړى.</verse>
				<verse number="16">د ځان نه ډېر ايمانداره مۀ جوړوه او د ځان نه ډېر هوښيار سړے مۀ جوړوه، ولې ځان تباه کوې؟</verse>
				<verse number="17">خو دې سره د ځان نه ډېر بدعمله يا کم عقل هم مۀ جوړوه، نو په داسې کولو سره ولې خپل ځان د وخت نه مخکښې په چا وژنې؟</verse>
				<verse number="18">ښۀ خبره دا ده چې دا دواړه خبرې هېرې نۀ کړې، ځکه څوک چې د خُدائ پاک نه يريږى، هغوئ به د دواړو خطرو نه بچ پاتې شى.</verse>
				<verse number="19">حِکمت هوښيار سړے د ښار د لسو حکمرانانو نه زيات طاقتور جوړوى.</verse>
				<verse number="20">په دې دُنيا کښې داسې هيڅ څوک صادق نشته چې هغه همېشه ښۀ کوى او هيڅکله ګناه نۀ کوى.</verse>
				<verse number="21">خلق چې څۀ وائى نو هغه هر څيز زړۀ ته مۀ اچوه، ګنې وابه ورې چې ستا نوکر تا پسې کنځل کوى.</verse>
				<verse number="22">او تا ته پته ده چې څو څو ځلې تا په خپله نورو خلقو ته کنځلې کړې دى.</verse>
				<verse number="23">ما د حِکمت اصُول استعمال کړل چې په دې هر څۀ باندې پوهه شم، خو دا زما دپاره ډېر ګران وُو، ما نۀ شول کولے.</verse>
				<verse number="24">هر څۀ چې موجود دى هغه ډېر ژور او زما د پوهې نه بهر دى. څوک په هر څۀ پوهېدلے شى؟</verse>
				<verse number="25">ما کلکه فېصله وکړه چې د حِکمت مطالعه وکړم او د څيزونو په اسبابو باندې پوهه شم، او چې زده کړم چې بدعملى څومره بې‌وقوفتوب دے، او بې‌وقوفتوب څومره پاګلتوب دے.</verse>
				<verse number="26">ما ته پته ولګېده چې ګېروونکې ښځه د مرګ د سختۍ نه هم لوئ دام دے. د هغې شوق د دام په شان دے او د هغې غېږه د زنځيرونو په شان ده. کوم سړے چې خُدائ پاک رضا کوى نو هغه به ترې نه خلاص وى، خو ګناهګار به د هغې په جال کښې راګېريږى.</verse>
				<verse number="27">معلِم وفرمائيل چې زۀ دې نتيجې ته ورسېدم، کله چې ما په دې موضوع باندې د هر طرف نه غور و فکر وکړو.</verse>
				<verse number="28">اګر چې ما بار بار لټون کولو خو ما هغه څۀ پېدا نۀ کړل څۀ چې ما لټول. ما په زرو کسانو کښې يو نېک سړے پېدا کړو، خو يوه نېکه ښځه مې پکښې پېدا نۀ کړه.</verse>
				<verse number="29">نو زۀ صرف دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان پېدا کړے دے چې نېک وى، خو هغه په نورو ډېرو منصوبو پسې ځى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">څوک د هوښيار په شان دے؟ څوک د خبرو د صحيح تشريح عِلم لرى؟ حِکمت د هغوئ مخونه روښانه کوى او د هغوئ سخت مزاج نرموى.</verse>
				<verse number="2">زۀ وايم، د بادشاه حُکم منه، ځکه چې تا د خُدائ پاک سره د دې وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="3">د بادشاه په حضور کښې د تلو نه جلدى مۀ کوه. او په بد کار کښې حِصه مۀ اخله، ځکه چې بادشاه درسره څۀ غواړى هغه کولے شى.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې د بادشاه خبره وزن وى او هيڅ څوک ترې نه دا تپوس نۀ شى کولے چې، ”تۀ څۀ کوې؟“</verse>
				<verse number="5">هغه کس څوک چې شاهى حُکم منى هغوئ ته به سزا نۀ ملاويږى. هوښيار کس د هر څيز په وخت او سبب باندې پوهيږى.</verse>
				<verse number="6">ځکه چې د هر څيز دپاره يو وخت او يوه طريقه وى، خو انسان له ډېر غمونه برداشت کول په کار دى.</verse>
				<verse number="7">هيچا ته پته نشته چې څۀ به کيږى، نو بيا څوک دا وئيلے شى چې په مستقبل کښې څۀ کېدو والا دى؟</verse>
				<verse number="8">هيڅ څوک خپل ځان د مرګ نه نۀ شى بچ کولے او نۀ څوک د اجل ورځ وروستو کولے شى. دا يو داسې جنګ دے چې مونږ ترې نه نۀ شُو خلاصېدلے، او بدعملى يو بدعمله کس د مرګ نه نۀ شى بچ کولے.</verse>
				<verse number="9">ما ټولو څيزونو ته غور سره وکتل او په مخ د زمکې چې څۀ کيږى د هغې په حقله مې سوچ وکړو، خلق په نورو خلقو باندې اختيار لرى او ورته نقصان رسوى.</verse>
				<verse number="10">آو، ما وليدل چې بدعمله د عزت سره ښخ شوى وُو او هغوئ به د خُدائ پاک مقدس کور ته تلل راتلل، خو چې په کومو ښارونو کښې هغوئ بدعملى کوله نو هلته خلقو د هغوئ صِفت بيانولو. دا هم بې‌معنې دى.</verse>
				<verse number="11">د بدو عملونو سزا زر نۀ ورکولے کيږى، نو ځکه د خلقو زړونه بدعملۍ ته تيار دى.</verse>
				<verse number="12">د يو ګناهګار نه سل ځله ګناه کيږى خو بيا هم تر ډېره وخته پورې ژوندے وى. بې‌شکه ما ته دا هم پته ده چې کوم خلق د خُدائ پاک نه يريږى هغوئ به په خير خيريت سره ژوند کوى، يعنې هغه خلق د چا په زړۀ کښې چې د خُدائ پاک يره وى.</verse>
				<verse number="13">او د بدعمله خلقو به خير نۀ وى او نۀ به يې ژوند اوږد وى. او دا ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک نه نۀ يريږى.</verse>
				<verse number="14">خو په مخ د زمکې يوه بله خبره هم ده چې بې‌معنې ده. ښو خلقو ته داسې سزا ملاويږى لکه چې هغوئ بدعمله وى او بدعمله خلقو ته داسې اجر ملاويږى لکه چې هغوئ ښۀ خلق وى. نو زۀ تاسو ته دا وايم چې دا بې‌معنې دى.</verse>
				<verse number="15">نو زما مشوره دا ده چې مونږ له د ژوند نه خوند اخستل په کار دى، ځکه چې په دې ژوند کښې هم دا يوه مزه ده چې خوراک څښاک کوُو او خوشحاله اوسو. نو داسې سخت محنت، کوم چې په مخ د زمکې خُدائ پاک مونږ له راکړے دے هغې سره سره څۀ لږه خوشحالى هم وکړُو.</verse>
				<verse number="16">کله چې ما پوره کوشش وکړو چې هوښيار شم او په هغې کار غور وکړم چې خلق يې د زمکې په مخ کوى، نو ما وکتل چې د داسې محنت په وجه هغوئ شپه او ورځ خوب نۀ شى کولے.</verse>
				<verse number="17">نو ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک په دُنيا کښې څۀ کوى نو هيچا ته هم د هغې پته نۀ لګى. کېدے شى چې يو هوښيار کس دا دعوىٰ وکړى چې زۀ په دې پوره پوهه شوم، خو دا به داسې نۀ وى، هغه د دې اَنجام ته نۀ شى رسېدے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">اوس ما د دې هر څۀ مطالعه وکړه او دې نتيجې ته ورسېدم چې صادقان او هوښيار خلق چې هر څۀ کوى هغه د خُدائ پاک په لاس کښې دى. هغوئ ته دا پته نۀ لګى چې خُدائ پاک به يې قبلوى او کۀ رد کوى. دا هر څۀ به په راتلونکى وخت کښې کيږى.</verse>
				<verse number="2">د صادق او د بدعمله، د ښۀ او د بد، د پاک او د ناپاک، هغه خلق چې خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کوى يا هغه خلق چې قربانۍ نۀ پېش کوى، ټولو سره قسمت يو شان معامله کوى. د يو ښۀ کس او د ګناهګار يو شان اَنجام وى، د قسم خوړلو والا او د قسم نۀ خوړلو والا دواړو يو منزل دے.</verse>
				<verse number="3">دا يو ډېر لوئ مصيبت دے چې په مخ د زمکې کيږى، د هر ژوندى هم يو قِسمت دے يعنې مرګ. د دې نه علاوه، د ټولو خلقو زړونه د بد کارۍ نۀ ډک دى او د ژوندون په دوران کښې د هغوئ په زړونو کښې بې‌وقوفتوب وى او بيا دوئ مړۀ شى.</verse>
				<verse number="4">خو څوک چې تر اوسه پورې په ژوندو کښې شريک دى د هغوئ اُميد وى، ځکه چې يو ژوندے سپے د مړ ازمرى نه ښۀ دے.</verse>
				<verse number="5">يقيناً چې ژوندو ته خو دومره پته وى چې هغوئ به مرى. خو مړو ته هيڅ پته نۀ لګى. هغوئ ته نور اجر نۀ ملاويږى، او د هغوئ يادونه ختم شى.</verse>
				<verse number="6">د هغوئ مينه، نفرت او غېرت، هر څۀ ډېر مخکښې ختم شوى دى. په مخ د زمکې چې څۀ کيږى نو هغوئ به هيڅکله په کښې برخه وانۀ خلى.</verse>
				<verse number="7">نو بيا خوشحالۍ سره مے څښه او خپل خوراک کوه. ځکه چې خُدائ پاک د دې هر څۀ اجازت ورکړے دے.</verse>
				<verse number="8">هر وخت سپينې جامې اغونده او تېل لګوه.</verse>
				<verse number="9">د خپلې ښځې سره چې تۀ ورسره مينه کوې د ژوند نه خوند اخله. په مخ د زمکې په فانى ژوندون کښې چې خُدائ پاک تا له څومره ورځې درکړې دى هغه هم دغه شان تېروه. ځکه چې په مخ د زمکې ستا د محنت مشقت په بدل کښې هم دغه څۀ دى چې ستا په نصيب کښې دى.</verse>
				<verse number="10">تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.</verse>
				<verse number="11">ما ته په دُنيا کښې د يو بل څيز هم پته ولګېده چې تېزه منډه وهونکى همېشه د منډې لوبه نۀ ګټى او تکړه جنګيالى همېشه جنګ نۀ شى ګټلے. هوښيار خلق هر وخت په رزق ماړۀ نۀ وى، قابل خلق همېشه نۀ مالداره کيږى او تعليم يافته خلق تل په ژوند کښې کامياب نۀ وى. هر څۀ په وخت او په بخت باندې منحصر وى.</verse>
				<verse number="12">انسان ته هيڅکله دا پته نۀ لګى چې په هغۀ به سخت وخت کله راځى. لکه څنګه چې کبان په جال کښې او مارغان په دام کښې اچانک راګېر شى، نو داسې به مرګ انسان سمدستى راګېر کړى.</verse>
				<verse number="13">ما ته په مخ د زمکې د حِکمت يو بل مثال مِلاو شوے دے او دا ما ته ډېر زيات ښۀ ښکارى.</verse>
				<verse number="14">يو وړوکے ښار وو چې آبادى يې لږه وه. يو طاقتور بادشاه په دې باندې حمله وکړه. هغه ښار يې محاصره کړو او په دېوالونو باندې د اوړېدو تيارے يې شروع کړو.</verse>
				<verse number="15">خو په هغه ښار کښې يو غريب خو هوښيار کس وو. هغۀ په خپلې هوښيارتيا سره هغه ښار بچ کړو. خو وروستو هيچا هغه ياد نۀ کړو.</verse>
				<verse number="16">نو زۀ وايم چې حِکمت د طاقت نه ښۀ دے، خو د غريب سړى هوښيارتيا ته سپک کتلے شى، هيڅوک د هغۀ خبرو ته پام نۀ کوى.</verse>
				<verse number="17">ښۀ خبره دا ده چې د يو هوښيار کس په مزه خبرو ته غوږ ونيسې په ځائ د دې نه چې د کم عقلانو په مجلس کښې د بادشاه چغې واورې.</verse>
				<verse number="18">حِکمت د جنګ د وسلو نه طاقتور دے، خو يو ګناهګار کس ډېر زيات ښۀ کارونه تباه کولے شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">څنګه چې مړۀ مچان خوشبودار عطر خرابوى نو داسې لږ شان کم عقلتوب ډېر حِکمت او عزت خرابولے شى.</verse>
				<verse number="2">د هوښيار سړى زړۀ به صحيح لار غوره کوى او د کم عقل سړى زړۀ به خرابه لار غوره کوى.</verse>
				<verse number="3">کله هم چې کم عقل په لاره روان وى نو صفا پته لګى چې هغه بې‌وقوف دے.</verse>
				<verse number="4">کۀ حکمران درته غصه شى نو خپل ځائ مۀ پرېږده، ځکه چې ستا سړه رويه د هغۀ سخته غصه قلارولے شى.</verse>
				<verse number="5">ما په مخ د زمکې يو بل خراب څيز ليدلے دے او دا غلطى د حکمرانانو د لاسه کيږى.</verse>
				<verse number="6">او هغه دا چې کم عقل خلق په اوچتو عُهدو مقرر کړے شى او مالدار خلق په معمولى عُهدو باندې وى.</verse>
				<verse number="7">ما ليدلى دى چې غلامان د شهزادګانو په شان په آسونو سوارۀ وى، او شهزادګان د نوکرانو په شان پېدل ګرځى.</verse>
				<verse number="8">څوک چې کنده کنى کېدے شى په خپله وروغورزيږى، څوک چې دېوال راغورزوى کېدے شى مار يې وچيچى.</verse>
				<verse number="9">څوک چې د کاڼو په کان کښې کار کوى، کېدے شى په کاڼو چخڼى شى. څوک چې لرګى ماتوى، نو کېدے شى چې په دې زخمى شى.</verse>
				<verse number="10">کۀ تبر پڅ وى او تېرۀ يې نۀ کړې، نو په دې باندې کار کول ډېر زور غواړى. خو حِکمت سړے همېشه د کاميابۍ طرف ته بوځى.</verse>
				<verse number="11">کۀ د دم نه مخکښې مار پاړو وچيچى نو بيا د پاړوتوب څۀ فائده نشته.</verse>
				<verse number="12">د هوښيار سړى خبرې د هغۀ د عزت سبب جوړيږى، خو د کم عقل سړى خبرې د هغۀ د تباهۍ سبب جوړيږى.</verse>
				<verse number="13">د هغوئ خبرې کم عقلتوب سره شروع کيږى او خطرناک ليونتوب سره تر سره کيږى.</verse>
				<verse number="14">د کم عقل کس خبرې نۀ ختميږى. هيچا ته دا پته نشته چې په راتلونکى وخت کښې به څۀ کيږى، څوک دا وئيلے شى چې زمونږ د مرګ نه پس به څۀ کيږى؟</verse>
				<verse number="15">کار سره کم عقل ډېر ستړے شى، او هغۀ ته دا پته هم نۀ لګى چې منزل ته خپله لار پېدا کړى.</verse>
				<verse number="16">افسوس په هغه مُلک چې د هغې بادشاه يو ناتجربه‌کاره زلمے وى او مشران يې سم د سحر نه سر د خېټې نه زار کوى.</verse>
				<verse number="17">خوش قسمته وى هغه مُلک چې د چا بادشاه چې د شريف خاندان نه وى او د هغوئ مشران په مناسب وخت خوراک کوى. هغوئ د طاقت حاصلولو دپاره خوراک څښاک کوى د نشې دپاره نه.</verse>
				<verse number="18">کۀ يو کس دومره ناراسته وى چې هغه خپل چت هم نۀ مرمت کوى، نو دا به راڅاڅى او هغه کور به راوغورزيږى.</verse>
				<verse number="19">د مېلمستيا روټۍ د خوشحالۍ دپاره وى او مے د زړۀ راحت دپاره وى، او په پېسو هر کار کيږى.</verse>
				<verse number="20">په خيالونو کښې هم په بادشاه پسې بدرد مۀ وايه او په خپله کوټه کښې هم په مالداره کس پسې بدرد مۀ وايه. کېدے شى چې د هوا يوه وړه مرغۍ ستا خبرې واورى او هغۀ ته يې وکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">خپله روټۍ په اوبو باندې وغورزوه چې لاړه شى او ډيرې ورځې پس به دا تا ته بيا مِلاو شى.</verse>
				<verse number="2">خپلې پېسې په اووۀ يا اتۀ ځايونو کښې بندې کړه، ځکه چې هيڅ پته نۀ لګى چې څۀ افت به په زمکه باندې راپېښ شى.</verse>
				<verse number="3">کله چې وريځې درنې وى نو باران کيږى. کله چې ونه د شمال يا د جنوب په طرف پرېوځى نو هم هلته پرته وى.</verse>
				<verse number="4">هغه زميدار څوک چې د هوا رخ ته ګورى هغه به خپل فصل نۀ کَرى. او هغه زميدار څوک چې وريځو ته ګورى هغه به خپل فصل نۀ رېبى.</verse>
				<verse number="5">لکه څنګه چې تا ته د هوا رخ نۀ معلوميږى او نۀ درته دا پته لګى چې د مور په خېټه کښې ماشوم څنګه جوړيږى، نو داسې تۀ د خُدائ پاک په کارونو هم نۀ پوهېږې، څوک چې د هر څۀ خالق دے.</verse>
				<verse number="6">د سحر په وخت خپل تخم کره او تر ماښامه پورې په کار کښې بوخت اوسه، ځکه چې تا ته څۀ پته ده چې په کوم کار کښې کاميابې ده، په دې کښې، په هغې کښې او يا په دواړو کښې يو شان.</verse>
				<verse number="7">رڼا ښۀ ده او د نوى سحر رڼا په سترګو ښۀ لګى.</verse>
				<verse number="8">کله چې انسان تر ډېر وخته پورې ژوندے پاتې شى نو هغوئ دې د ژوند هره لحظه خوشحاله تېروى. خو دا هم ياد ساتل پکار دى چې د مشکل ډيرې ورځې راروانې دى. او څۀ چې به کيږى هغه يو راز دے.</verse>
				<verse number="9">اے ځوانانو، په خپله ځوانۍ خوشحاله اوسئ او د ځوانۍ نه خوند اخلئ. او څۀ چې ستاسو زړۀ غواړئ او په سترګو مو ښۀ لګى نو هغه کوئ، خو دا خبره ياده ساتئ چې خُدائ پاک به درسره د هر کار او عمل حِساب کوى.</verse>
				<verse number="10">د خپل زړۀ نه خفګان او د وجود نه غم درد لرې ساتئ ځکه چې ځوانى او تور سر د يوې لحظې دپاره وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">هم په ځوانۍ کښې خپل خالِق ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې د مصيبت ورځې راشى، او هغه کلونه راشى او تۀ پکښې ووائې چې، ”د ژوند هيڅ مزه نشته.“</verse>
				<verse number="2">هغه ياد ساته، د دې نه مخکښې چې د نمر، سپوږمۍ او د ستورو رڼا تا ته تته ښکاره شى او د باران نه پس بيا وريځې راواپس شى.</verse>
				<verse number="3">د هغې نه مخکښې چې ستا د کور څوکيداران په ريږدېدو شى، او ستا طاقتور سړى راکونټى شى، او ستا د مېچنې کولو والا ښځې کار پرېږدى ولې چې هغوئ لږې دى، او هغه زنانه چې د کړکو نه ګورې د هغوئ نظر کم دے.</verse>
				<verse number="4">د هغې نه مخکښې چې د کوڅې دروازې بندې شى او د مېچنې آواز په مزه شى، او تۀ د مارغانو په اولنو سندرو راپاڅې خو بيا د هغوئ ټولې سندرې په تا په مزه لګى.</verse>
				<verse number="5">د هغې نه مخکښې چې تۀ د اوچتو ځايونو او د کوڅو د خطرو نه يرېږې. د هغې نه مخکښې چې ستا وېښتۀ سپين شى داسې لکه چې د بادامو ګلونه کولاو شى، او تۀ د پښو نه پاتې شې داسې لکه مُلخ پښې راکاږى، او ستا شهوت ختم شى. هغه ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې ستا پښې په قبر کښې وى کوم چې به ستا ابدى کور وى، او کله به چې خلق ستا په جنازه کښې وير کوى.</verse>
				<verse number="6">د هغې نه مخکښې چې د سپينو زرو زنځير وشليږى، د سرو زرو لوښے ټوټې ټوټې شى، او چينې سره د اوبو بوقه به وشليږى او د کوهى سَرخۍ ماته شى.</verse>
				<verse number="7">بيا به خاوره واپس خاورې شى او روح به خُدائ پاک له واپس لاړ شى، چا چې هغه ورکړے وو.</verse>
				<verse number="8">نو معلِم وائى، ”هر څۀ بې‌معنې دى، دا هر څۀ بې‌معنې دى.“</verse>
				<verse number="9">معلِم په خپله هوښيار وو او خلقو له يې هم د عِلم تعليم ورکولو. هغۀ په ډېرو متلونو باندې غور او فکر کولو او ترتيب وار يې جمع کړل.</verse>
				<verse number="10">د معلِم کوشش دا وو چې خوږې خبرې ولټوى، او ديانتدارۍ سره رښتينى خبرې وليکى.</verse>
				<verse number="11">د هوښيارانو خبرې د تېرو چُوکو په شان دى، د جمع شوى متلونو خبرې د چُوکو په څوکه کښې د مېخونو په شان دى چې يو شپون يې د ګډو د بوتلو دپاره استعمالوى.</verse>
				<verse number="12">خو زما زويه، د دې نه علاوه هم خبردار اوسه. د ډېرو کتابونو د ليکلو سلسله به هيڅکله نۀ ختميږى او ډېره مطالعه وجود ستړے کوى.</verse>
				<verse number="13">راځئ چې اوس په آخر کښې د ټول تعليم په خُلاصه باندې غور وکړُو. د خُدائ پاک نه يرېږه او د هغۀ په حُکمونو عمل کوه، دا په هر انسان فرض دى.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې خُدائ پاک به راسره د هر يو عمل عدالت کوى، کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد او په دې کښې پټ څيزونه هم شامل دى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="22">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د حضرت سليمان خواږۀ سرودونه.</verse>
				<verse number="2">بيا بيا مې په خپلو شونډو سره ښُکل کړه، ځکه چې ستا مينه د ميو نه زياته مزه کړينه.</verse>
				<verse number="3">ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده، ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده. نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه</verse>
				<verse number="4">زر شه، ما د خپل ځان سره بوځه، تۀ زما بادشاه شه، ما خپلې کوټې ته بوځه. اے بادشاه مونږ څومره ستا دپاره خوشحاله يونه، د ميو نه زيات مونږ ستا د مينې صِفت کوونه. دا رښتيا دى چې پېغلې په تا مئينې دينه.</verse>
				<verse number="5">زۀ خو توره يمه خو ښُکلې يمه، اے د يروشلم جينکو، د قيدار د خېمو په شان توره يمه او د سليمان د خېمې د پردو په شان توره يمه.</verse>
				<verse number="6">ما ته مۀ ګورئ ځکه چې زۀ غنم رنګه يمه، زما څرمنه نمر توره کړې ده. زما وروڼه ما سره وران وونه او په زبردستۍ سره هغوئ په ما د خپلو انګورو خيال ساتلو. نو بيا ما خپل خيال ونۀ ساتلو، او نۀ مې د خپل انګور خيال وکړلو.</verse>
				<verse number="7">ما ته ووايه، زما جانانه، تۀ به نن خپله رمه څرولو له چرته بوځې؟ او تۀ خپلې ګډې په غرمه کښې د دمې دپاره چرته راغونډوې؟ نو بيا زۀ ولې برقعه په سر سرګردانه شمه او ستا د ملګرو په رمو کښې درپسې وګرځمه</verse>
				<verse number="8">اے په ټولو پېغلو کښې ښائسته محبوبې، کۀ چرې تا ته دا پته نۀ وينه، نو د رمو د پښو ښاپونو پسې شه روانه، او خپل چېلى دې د شپانو د خېمو په خوا کښې وڅرونه.</verse>
				<verse number="9">زما محبوبې، تۀ په ما دومره ګرانه ينه، لکه د فِرعون د شاهى آسپې په شان ښائسته ينه.</verse>
				<verse number="10">ستا اننګى څومره ښائسته دينه، او هغه ستا د غوږونو والو سره ځليږينه. او ستا غړۍ څومره ښائسته ده، او د سرو سره څومره ښُکلې ښکارينه.</verse>
				<verse number="11">خو مونږ به د سرو زرو والۍ درته او د سپينو زرو مرۍ جوړې کړونه.</verse>
				<verse number="12">کله چې زما شهزاده خپل کټ کښې آرام کولونه، نو زما د عطرو په خوشبويۍ کښې نشه نشه شونه.</verse>
				<verse number="13">زما جانان د مُر زونډے دېنه، زما په سينه پروت دېنه</verse>
				<verse number="14">زما جانان د عين‌جدى د انګورو په باغونو کښې د نکريزو د ګل په شان دېنه</verse>
				<verse number="15">زما محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه. تۀ څومره حسينه ينه، سترګې دې د ګوګوشتکو په شان ښُکلې دينه.</verse>
				<verse number="16">تۀ ډېر ښُکلے يې زما جانانه، تۀ څومره زړۀ وړونکے ينه، شنه ګياه به زمونږ بستره وينه.</verse>
				<verse number="17">د دِيار لرګى به زمونږ د کور وى تيرونه، او د خوشبوداره دِيار لرګى زمونږ د کور دى تيرونه، او د دِيار ونه به زمونږ د کوټې چت وينه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">زۀ لکه د شارون د ګلاب په شان يمه، او په پټو کښې د لاله د ګل په شان يمه.</verse>
				<verse number="2">لکه چې په ازغو کښې د لاله ګل وينه، زما محبوبه د پېغلو په مينځ کښې داسې وينه.</verse>
				<verse number="3">لکه د سيب د ونې په شان په ځنګل کښې زما جانان د نورو زلمو په مينځ کښې دېنه. د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه، او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه.</verse>
				<verse number="4">هغۀ زۀ د خپل ځان سره د مېلمنو هال ته روانه کړمه، او زۀ يې په خپله مينه کښې ونغښتلمه.</verse>
				<verse number="5">د کشمشو سره يې ما ته طاقت راکړلو، او د سيوانو سره يې زۀ تازه کړمه، ځکه د مينې په وجه مړاوې شوې ومه.</verse>
				<verse number="6">د هغۀ ګس لاس زما د سر لاندې وونه، او د هغۀ ښى لاس ځانته راغاړه ايستمه.</verse>
				<verse number="7">اے د يروشلم جينکو، ما سره ټينګه وعده وکړئ، ترڅو چې مونږ پراتۀ يونه مونږ به نۀ په عذابوئينه.</verse>
				<verse number="8">وګوره، چې جانان مې راروان دېنه، هغه په غرونو راخېژينه، او په غونډو ټوپونه وهينه.</verse>
				<verse number="9">زما جانان لکه هوسۍ او يا د ځوان هوسۍ په شان دېنه، وګوره هغه اوس زمونږ د دېوال شاته ولاړ دېنه، هلته د کړکۍ د جال نه دننه کوټې ته ګورينه.</verse>
				<verse number="10">زما جانان ما ته ووئيل، ”زما محبوبې، راپاڅه، ښائسته محبوبې، راځه ما سره لاړه شه.</verse>
				<verse number="11">وګوره، ژمې تېر شو بارانونه ودرېدل او بس شونه.</verse>
				<verse number="12">په زمکه ګلونه راښکاره شونه، د سندرو وئيلو موسم رارسېدلے دېنه، زمونږ په مُلک کښې د ګوګوشتکو آوازونه اورېدلے کيږينه.</verse>
				<verse number="13">د اينځر بوټو خپله وړومبۍ مېوه ونيوله، او د انګورو بوټو د خپلو غوټو خوشبو خوره کړله. راپاڅه، راشه، زما محبوبې، زما ښائسته محبوبې، راځه ما سره لاړه شه.</verse>
				<verse number="14">زما ګوګوشتکې په کمر کښې د ګټانو شاته خپل ځان پټ کړے دېنه. زۀ ستا مخ ليدل غواړمه، او ستا آواز اورېدل غواړمه. ځکه چې ستا آواز خوږ دېنه، او ستا مخ ښائسته دېنه.</verse>
				<verse number="15">لومبړې ونيسه، وړې لومبړې ونيسه، هسې نه چې هغوئ د انګورو باغ تباه کړينه، ځکه چې زمونږ د انګور بوټو غوټۍ نيولې دينه.“</verse>
				<verse number="16">جانان زما او زۀ د جانان يمه، هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.</verse>
				<verse number="17">د سحر رڼا نه وړاندې زما جانانه، چې شپه په ختمېدو شى، ما نه لاړ شه جانانه، لکه د هوسۍ او يا د تکړه هوسۍ په شان په کاڼيزه غرونو باندې ما نه په ټوپونو او مستۍ سره لاړ شه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">ټوله شپه کله چې زۀ په خپل کټ کښې پرته ومه، د چا سره چې زۀ مينه کوم ما د هغۀ لټون وکړونه، خو هغه رانۀ غلونه.</verse>
				<verse number="2">خو بيا ما خپل ځان ته ووئيل، زۀ به پاڅېږمه او ټول ښار به ولټومه، د هغه چا پسې به په چوکونو او سړکونو کښې وګرځېږمه چا سره چې زۀ مينه کومه. نو زۀ ورپسې ښۀ وګرځېدمه خو پېدا مې نۀ کړونه.</verse>
				<verse number="3">چوکيدارانو زۀ ودرولمه، کله چې هغوئ په ښار کښې ګرځېدل. ما د هغوئ نه تپوس وکړلو، ”ولې تاسو هغه کس ليدلے دېنه چا سره چې زۀ مينه کومه؟“</verse>
				<verse number="4">نو چې د هغوئ نه لږ وړاندې لاړمه ما خپل جانان پېدا کړونه. هغه مې راټينګ کړونه او تلو ته مې پرې نۀ‎ ښودلونه او ما هغه د خپلې مور کور ته راوستونه هغې کوټې ته په کومه کښې چې زۀ د مور په ګېډه شوې ومه.</verse>
				<verse number="5">اے د يروشلم جينکو، ما سره ټينګه وعده وکړئينه، ترڅو چې مونږ پراتۀ يونه مونږ به نۀ په عذابوئينه.</verse>
				<verse number="6">چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟ چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه، او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟</verse>
				<verse number="7">دا د سليمان ګاډۍ ده وګورئينه، چې ورسره شپېتۀ تکړه کسان په پرګله کښې راروان دينه، د بنى اِسرائيلو د ټولو نه ښۀ فوجيان ورسره دينه.</verse>
				<verse number="8">هغوئ ټول په تُورو باندې سمبال دينه، او په جنګ کښې هم ماهر دينه، هر يو سره په ترخ کښې تُوره ده، او هغوئ په شپه کښې د بادشاه د حفاظت کولو جوګه هم دينه.</verse>
				<verse number="9">سليمان بادشاه شاهى ګاډۍ ځان دپاره د لبنان د دِيار د لرګو نه جوړه کړې ده نه.</verse>
				<verse number="10">د هغې ستنې هغۀ د سپينو زرو نه جوړې کړې دينه، او د هغې چت يې د سرو زرو نه جوړ کړے دېنه، او د هغې بالښتونه کاسنى دينه. هغه د يروشلم د پېغلو په مينې سره ښائسته شوې وه نه.</verse>
				<verse number="11">اے د يروشلم پېغلو راشئ کنه، او سليمان بادشاه وګورئينه هغۀ هغه تاج په سر کړے دېنه کوم چې د وادۀ په ورځ مور ورکړے وونه، ډېره د خوشحالۍ ورځ وه د هغۀ د ټولو نه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">اے محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه. تۀ څومره نازنينه ينه. د نقاب نه شاته ستا سترګې ګوګوشتکې دينه. ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه، چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه.</verse>
				<verse number="2">ستا غاښونه د سپينو ګډو په شان دينه، چې تازه ترې نه وړۍ اخوا شوې وينه، او تازه لمبولے شوے وينه. هر يو غاښ دې د بل سره جوړه دېنه، يو هم کنډم شوے نۀ دېنه</verse>
				<verse number="3">شونډې دې تکې سرې دينه، خولۀ دې ډېره ښُکلې ښکارينه. ستا اننګى د نقاب شاته لکه د ګلابى انار ځليږينه.</verse>
				<verse number="4">ستا غړۍ دومره ښائسته ده لکه د داؤد د ښار مناره، چې د زرګونو بهادرانو په ډالونو باندې شوې وى سينګاره.</verse>
				<verse number="5">ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه، چې د لاله په ګلونو کښې څريږينه.</verse>
				<verse number="6">د دې نه وړاندې چې د سحر باد ولګيږينه او د شپې تيارۀ چې په ختمېدو شينه، زۀ به د مُر غر ته ورمنډه کړمه او د لوبانو غونډو ته به لاړه شمه.</verse>
				<verse number="7">زما محبوبې، ستا ښائست کامِل دېنه، په تا کښې هيڅ عېب نشته دېنه.</verse>
				<verse number="8">زما ناوې، د لبنان نه ما سره راشه، د لبنان نه ما سره راشه. د امانه د غرۀ د څوکو نه راکوزه شه، د حرمون او د سنير د څوکو نه ما سره راکوزه شه، د زمرو د غارونو او د پړانګانو د غونډو نه راکوزه شه.</verse>
				<verse number="9">اے زما دُنيا، اے زما ناوې، زما نه دې زړۀ وړے دېنه، د سترګو په يوه اِشاره دې ما نه زړګے وړے دېنه، او د اميل يو غمى دې ما نه زړګے وړے دېنه.</verse>
				<verse number="10">زما دُنيا، زما ناوې زۀ ستا په مينه کښې څومره خوشحاله يمه، د ميو نه څومره خوشحالونکى ده ستا مينه، او ستا خوشبو د هرې مصالحې نه څومره ښۀ ده.</verse>
				<verse number="11">زما ناوې، ستا د شونډو نه د شاتو د ګبين په شان خوږوالے راڅاڅيږينه، ستا د ژبې لاندې شات او پئ پراتۀ دينه، ستا د جامو نه لکه د لبنان د دِيار په شان خوشبو راځينه</verse>
				<verse number="12">اے زما محبوبې، تۀ زما بنده باغيچه ينه، تۀ زما دُنيا ينه، او زما ناوې ينه، زما پټ باغ، زما پټه چينه ينه،</verse>
				<verse number="13">تۀ لکه د انارو باغيچه ينه، د مزېدارو مېوو نه ډکه ينه، او خوشبو دې لکه د مشکو او عنبرو په شان ده نه،</verse>
				<verse number="14">چرته چې د مشکو، زعفرانو، دارچينو او هر قسمه مصالحو بوټى پېدا کيږينه، او عُود، مُر او لوبانو خوشبوداره عطر پېدا کيږينه.</verse>
				<verse number="15">تۀ د باغ چينه ينه، تۀ د تازه اوبو کوهے ينه چې د لبنان د غرونو نه رابهيږينه.</verse>
				<verse number="16">اے د شمال باده، راوالوځه، اے د جنوب باده راشه، زما په باغ باندې راوالوځه او د هغۀ خوشبو هرې خوا ته خوره کړه. زما جانانه خپل باغ ته راشه، او د هغې ښُکلې مېوې وخوره.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښې داخل شوے يمه. زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه. ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه، او زۀ خپل پئ او مے څښمه. اے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه. او د مينې نه مست شئينه.</verse>
				<verse number="2">زۀ اودۀ ومه خو زما زړۀ بېدار وونه، غوږ شه. زما جانان ور ټکوينه. ”زما د زړۀ دُنيا او محبوبې ور کولاو کړه، زما ګوګوشتکې، زما بې‌عېبه مينې. زما سر په شبنم باندې لوند دېنه، او د شپې پرخې مې وېښتۀ لوندۀ کړى دينه.“</verse>
				<verse number="3">ما خو جامې ويستلې دينه، نو دا بيا دوباره واچوم څۀ؟ ما خپلې پښې وينځلې دينه، بيا دا دوباره په خاورو ګنده کړم څۀ؟</verse>
				<verse number="4">زما جانان خپل لاس په ور کښې راوږد کړونه، نو زما زړۀ د هغۀ دپاره په درزېدو شونه.</verse>
				<verse number="5">نو زۀ راپاڅېدم چې خپل جانان ته ور کولاو کړمه. زما د لاسونو نه عطر په څڅېدو شونه. زما د ګوتو نه د مُر چيړ په څڅېدو شونه کله چې ما د ور کُنډه راښکله.</verse>
				<verse number="6">ما خپل جانان ته ور کولاو کړونه، خو هغه بيا تلے وو، نو زۀ سخته پرېشانه شومه، ما هغه ولټولو، خو هغه مې پېدا نۀ کړونه، ما هغۀ ته آواز وکړونه، خو هغۀ ما ته جواب رانۀ کړونه.</verse>
				<verse number="7">کومو څوکيدارانو چې په ښار کښې ګشت کولونه نو هغوئ زۀ ونيولم، هغوئ زۀ ووهلمه او په وهلو يې تکه شنه کړمه، او د ښار د دېوالونو چوکيدارانو زما د مخ نه پلو اوچت کړونه.</verse>
				<verse number="8">اے د يروشلم ښځو، ما سره دا وعده وکړئينه، کۀ چرې تاسو زما جانان وليدلو، هغۀ ته ووائينه چې زۀ د هغۀ د مينې په وجه کمزورې شوې يمه.</verse>
				<verse number="9">اے په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ، ستا جانان د نورو سړو نه کوم خاص خصوصيت لرينه؟ په هغۀ کښې داسې څۀ خاص دينه، چې مونږ تا سره دا لوظ وکړونه؟</verse>
				<verse number="10">زما جانان سور سپين دېنه، او په لسو زرو کښې د ټولو نه اعلىٰ دېنه.</verse>
				<verse number="11">د هغۀ سر د سوچه سرو زرو دېنه، د هغۀ وېښتۀ وَل وَل دينه، او لکه د کارغۀ په شان تور دېنه.</verse>
				<verse number="12">د هغۀ سترګې د ګوګوشتکو په شان دينه چې د اوبو د چينو په خوا کښې وينه سپينې ګوګوشتکې لکه د پئيو په شان چې د تالاب په خوا کښې ناستې وينه.</verse>
				<verse number="13">د هغۀ اننګى د باغ په شان دينه، چې د خوشبودارو بوټو نه ډک وينه. د هغۀ شونډې د لاله د ګل په شان دينه، لکه چې د مُر په چيړ خوشبويه شوې وينه.</verse>
				<verse number="14">د هغۀ لاسونه د سرو زرو سيخونه دينه، چې په دې کښې قيمتى کاڼى لګېدلى وينه. د هغۀ بدن لکه د هاتى د غاښونو په شان سپين دېنه، او چې په کښې نيلم کاڼى لګېدلى وينه.</verse>
				<verse number="15">د هغۀ پښې د سنګِ مرمرو د ستنو په شان دينه چې په سرو زرو کښې لګولے شوې وينه. د هغۀ شکل د لبنان د غرونو د خاص دِيار په شان ښکارينه.</verse>
				<verse number="16">هغه ډېره خوږه خولۀ لرينه، هغه په هر لحاظ زړۀ راښکونکے دېنه، نو، اے د يروشلم ښځو، زما جانان او زما آشنا دغه شان دېنه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">ستا جانان چرته لاړونه، په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ؟ ستا جانان چرته تلے دېنه؟ چې مونږ تا سره د هغۀ تلاش وکړونه؟</verse>
				<verse number="2">زما جانان خپل باغ ته راغلے دېنه، خپل د خوشبويانو کټ ته، چې خپله رمه په باغونو کښې وڅروينه، او د لاله ګلونه ترې نه راټول کړينه.</verse>
				<verse number="3">جانان زما او زۀ د جانان يمه، هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.</verse>
				<verse number="4">زما محبوبې، تۀ لکه د تِرضاه د ښار په شان ښائسته ينه. آو، لکه د يروشلم په شان ښائسته ينه، او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.</verse>
				<verse number="5">سترګې دې ما نه واړوه، ځکه چې زۀ يې بې‌وسه کړے يمه. ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه، چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه.</verse>
				<verse number="6">ستا غاښونه د سپينو ګډو په شان دينه، چې تازه ترې نه وړۍ اخوا شوې وينه، او تازه لمبولے شوے وينه. هر يو غاښ دې د بل سره جوړه دېنه، يو هم کنډم شوے نۀ دېنه.</verse>
				<verse number="7">ستا اننګى د نقاب شاته لکه د ګلابى انار ځليږينه.</verse>
				<verse number="8">په شپېتو مَلِکو او په اتيا وينځو کښې او په بې‌شمېره پېغلو کښې،</verse>
				<verse number="9">خو زۀ به بيا هم خپله ګوګوشتکه خوښومه، زما کامله مينه، د خپلې مور ډېره خوښه ده نه، او د هغه چا ډېره نيازبينه چا چې زيږولې ده نه. پېغلې هغه وينى او د هغې صِفت کوينه، تر دې چې شهزادګۍ او شاهى وينځې د هغې د صِفت سندرې وائينه.</verse>
				<verse number="10">”دا څوک ده چې لکه د سحر د رڼا په شان راوچتيږينه، لکه د سپوږمۍ په شان ښائسته، او د نمر په شان ځليږينه، او په يو ځل ليدو دې ما نه زړګے وړے دېنه.“</verse>
				<verse number="11">زۀ د غوزانو باغ ته لاړمه او وادۍ ته د ګلونو د غوټو سيل ته لاړمه، د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينمه او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه</verse>
				<verse number="12">زۀ په خپل ځان نۀ پوهېدمه، او د عشق نه رپېدمه لکه چې په شاهى ګاډۍ کښې سور يمه</verse>
				<verse number="13">واپس راشه، مونږ ته راواپس شه، اے د شولم پېغلې. واپس راشه، واپس راشه چې مونږ تا دوباره وګورونه. تاسو د شولم دې پېغلې ته ولې ګورئينه کله چې هغه د ګډېدونکو د دوه صفونو په مينځ کښې ډېره ښائسته ګډيږينه؟</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">ستا پښې په څپلو کښې څومره ښُکلې ښکارينه، اے د شهزادګۍ لورې. ستا غونډى پتونونه د قيمتى کاڼو په شان دينه، لکه چې دا يو ماهر زرګر جوړ کړى وينه.</verse>
				<verse number="2">ستا نوم د يوې پيالۍ په شان دېنه لکه چې د خوشبوداره ميو نه ډکه وينه. ستا پښې لکه د غنمو د ګېډۍ په شان دينه چې ګېرچاپېره ترې نه د لاله ګلونه راتاو شوى وينه.</verse>
				<verse number="3">ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه،</verse>
				<verse number="4">ستا غړۍ لکه د هاتى د غاښونو نه جوړه شوې مينارې په شان ښائسته ده نه. ستا سترګې د حسبون ښار د ځلېدونکو تالابونو په شان دينه، کوم تالابونه چې د دې ښار د بيت‌رابيم دروازې سره دينه. ستا پوزه د لبنان د برج په شان ښائسته ده نه چې د دمشق ښار ترې نه ښکارينه.</verse>
				<verse number="5">ستا سر لکه د کرمل د غرۀ په شان اوچت دېنه، ستا د زلفو ښائست لکه د شاهى ګُلکارۍ په شان دېنه تر دې چې بادشاهان هم ستا د کمڅو د ولونو بنديوان دينه.</verse>
				<verse number="6">اے محبوبې، تۀ څومره ښُکلې او حسينه ينه، تۀ څومره د خوشحالو نه ډکه ينه.</verse>
				<verse number="7">ستا قد او قامت د کجورې د ونې په شان دېنه، او ستا سينې د مېوو د غونچو په شان دينه.</verse>
				<verse number="8">ما وئيل زۀ به د کجورې ونې ته وخېژمه او کجورو ته به يې لاس وروړمه. ستا سينې دې د مېوو د غونچو په شان وينه، او ستا د خولې خوشبو دې لکه د سيوانو په شان وينه.</verse>
				<verse number="9">او ستا شونډې د اعلىٰ ميو په شان دينه. نو دا مے دې زما د جانان په غاښونو او شونډو باندې په نرمۍ سره وبهيږينه.</verse>
				<verse number="10">زۀ د خپل جانان يمه، او د هغۀ زړۀ ما غواړينه.</verse>
				<verse number="11">زما جانانه راشه، راځه چې بهر پټو ته لاړ شُو نه او هلته په کلى کښې شپه تېره کړو نه.</verse>
				<verse number="12">راځه چې سحر وختى پاڅيږونه او د انګورو باغونو ته لاړ شونه چې د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينو او چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه، هلته به زۀ خپله مينه تا ته وښايمه.</verse>
				<verse number="13">هلته به د مړه غونو بوټو خپله خوشبو راپرېښې وينه، او د ټولو نه ښې مېوې به زمونږ دروازې سره وينه، نوې او زاړۀ خوندونه، جانانه کوم چې ما ستا دپاره ساتلى دينه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">اے کاش چې تۀ زما دپاره لکه د ورور په شان وينه، چا چې ما سره د مور په سينه خولۀ اېښې وينه. نو کله چې تۀ ما په لار کښې ليدلے نه نو ما به تۀ ښکلولے نه او چا به هم په ما باندې اِعتراض کولو نه.</verse>
				<verse number="2">ما به تۀ د خپل ماشومتوب کور ته راوستے وينه، او هلته به تا ما ته سبق ښودلے وونه. ما به درته د څښلو دپاره مزېدار مے درکړى وُونه، د خپلو خوږو انارو شربت به مې درکړے وونه.</verse>
				<verse number="3">ستا ګس لاس به زما د سر لاندې وونه، او ستا ښى لاس به ځانته راغاړه ايستمه.</verse>
				<verse number="4">اے د يروشلم پېغلو، ما سره وعده وکړئينه، مينه مۀ رابېداروئينه، ترڅو چې يې ونۀ غواړينه.</verse>
				<verse number="5">دا د صحرا نه څوک راروان دے نه، چې خپل سر يې د محبوبې په اوږه باندې اېښے دېنه؟ زۀ تا د سيب د ونې لاندې راپاڅومه، په کوم ځائ کښې چې تۀ خپلې مور زيږولے ينه، چرته کښې چې په ډېر تکليف هغې تۀ زيږولے ينه.</verse>
				<verse number="6">زما مينه په خپل زړۀ باندې لکه د مهر په شان ولګوه نه، او په خپل لاس باندې ما لکه د مهر په شان ولګوه نه. ځکه چې مينه لکه د مرګ په شان زورَوره ده نه، او د هغۀ غېرت تر عالمِ ارواح پورې رسيږينه، او د مينې د اور شُغلې ډيرې زورَورې دينه.</verse>
				<verse number="7">ډيرې اوبۀ د مينې اور مړ کولے نۀ شينه، او نۀ سېلاب دا وړلے شينه. کۀ څوک غواړى چې په خپل ټول مال دولت سره مينه په بيعه واخلينه خو د هغۀ قيمت به د مينې په مقابل کښې حقير وشمېرلے شينه.</verse>
				<verse number="8">زمونږ يوه وړه خور ده نه، او لا تر اوسه د هغې سينې شوې نۀ دينه. کۀ څوک د هغې غوښتلو له را شينه نو مونږ به څۀ کوُو نه؟</verse>
				<verse number="9">کۀ هغه لکه د يو دېوال په شان پېغله وے نه، نو مونږ به د هغې د سپينو زرو د برج سره حفاظت کړے ونه. او کۀ هغه يوه دروازه وے نه، نو مونږ به ورته د دِيار تختې لګولے وے نه.</verse>
				<verse number="10">زۀ د يو دېوال په شان پېغله ومه، او اوس زما سينې لکه د برجونه په شان دينه. کله چې زما جانان ما ته ګورينه، نو هغه زما په کتلو باندې خوشحاليږينه.</verse>
				<verse number="11">د سليمان په بعل هامون کښې د انګورو يو باغ وونه، کوم چې هغۀ ماليانو ته په اجاره ورکړے وونه، هر يو به ورله زر د سپينو زرو سيکې ورکولے نه.</verse>
				<verse number="12">خو زما د انګورو باغ زما دے چې چا له يې ورکومه، سليمانه، ما له د سپينو زرو زر سيکې مۀ راکوه نه، خو زۀ به هغه چا ته د سپينو زرو دوه سوه سيکې ورکړمه، څوک چې زما د باغ د مېوو خيال ساتينه.</verse>
				<verse number="13">زما محبوبې، تۀ چې په باغ کښې ژوند کوينه، زما دوستان په دې انتظار کښې دينه چې ستا آواز واورينه. خو پرېږده چې زۀ واورمه</verse>
				<verse number="14">زما جانانه، زر په منډه راشه، او يا لکه د هوسۍ او د ځوان غرڅۀ په شان راشه خوشبوداره غونډو ته راشه.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="23">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">په دې کِتاب کښې د يهوداه او د يروشلم په حقله هغه پېغامونه دى کوم چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې په هغه وخت کښې څرګند کړل کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے زمکې او آسمانه، زۀ چې څۀ وايم نو هغه واورئ. ما چې د کومو بچو پالنه کړې ده او خيال مې ساتلے دے نو هغوئ زما خِلاف بغاوت کړے دے.</verse>
				<verse number="3">غوَيے خپل مالِک پېژنى او خر د خپل مالِک اخور پېژنى. خو بنى اِسرائيل خپل مالِک نۀ پېژنى، زما خلق د عقل نه خلاص دى.“</verse>
				<verse number="4">اے ګناهګار قومه، تاسو خپلو ګناهونو رالاندې کړى يئ. بدعمله نسله، بدکرداره بچو، تاسو خپل مالِک خُدائ رد کړے دے. کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک دے او تاسو د هغۀ نه مخ اړولے دے.</verse>
				<verse number="5">تاسو خپله سرکشى ولې نۀ پرېږدئ؟ تاسو غواړئ چې نوره سزا هم درته مِلاو شى؟ ستاسو سرونه په زخمونو باندې پټ دى او ستاسو زړونه بيمار دى.</verse>
				<verse number="6">د سر نه واخله تر پښو پورې ستاسو په بدن کښې يو ځائ هم روغ نشته. تاسو ټول ټکېدلى يئ، زخمى يئ او تغمې درباندې ولاړې دى. نۀ ستاسو زخمونه صفا کړے شوى دى، او نۀ ورباندې مرهم پټۍ شوې ده.</verse>
				<verse number="7">ستاسو مُلک شاړ شوے دے، ستاسو ښارونه سوزولے شوى دى. ستاسو په وړاندې د پردى مُلک خلق ستاسو پټى لوټ کوى، او هر څۀ چې وينى هغه تباه کوى.</verse>
				<verse number="8">صرف صيون لور باقى پاتې ده، لکه چې د انګورو په باغ کښې د څوکيدار جومپړۍ پاتې وى يا د بادرنګو په پټى کښې يو څپر بې‌اسرى وى، او د محاصرې لاندې بې‌اسرى ښار وى.</verse>
				<verse number="9">کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو.</verse>
				<verse number="10">اے يروشلمه، ستا حکمرانان او ستا خلق د سدوم او د عموره په شان دى. چې مالِک خُدائ درته څۀ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسه او چې خُدائ پاک درته څۀ ښودنه کوى نو هغې ته توجو وکړه.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ تاسو بې‌شمېره قربانيانې پېش کړئ نو زما پرې څۀ؟ زۀ د ښو ځناورو وازګې او د ګډانو د سوزېدونکو قربانو نه پوزې له راغلے يم. په دې زۀ نۀ خوشحالېږم چې تاسو ما ته د غوَيانو، ګډو او د چېلو وينې پېش کوئ.</verse>
				<verse number="12">کله چې تاسو زما حضور ته راځئ نو ولې ستاسو خيال دا دے څۀ چې زۀ دا غواړم چې ستاسو ځناور دې زما په دربار کښې ګرځى؟</verse>
				<verse number="13">تاسو چې ما له کومې نذرانې راوړئ دا بې‌فائدې دى. تاسو چې د خوشبويۍ کومې مصالحې سوزوئ نو د هغې نه زۀ نفرت کوم. زۀ ستاسو د نوې مياشتې اخترونه، ستاسو د سبت ورځې او ستاسو مذهبى اجتماعګانې نۀ شم برداشت کولے، دا هر څۀ ستاسو د ګناهونو په وجه خراب شوى دى.</verse>
				<verse number="14">ستاسو د نوې مياشتې د اخترونو او ستاسو د مقدسو ورځو نه زۀ نفرت کوم، دا په ما باندې يو بوج جوړ شوے دے او د دې برداشت کولو نه زۀ تنګ راغلے يم.</verse>
				<verse number="15">کله چې تاسو د دُعا دپاره لاسونه پورته کړئ، نو زۀ به ستاسو نه مخ واړوم. تاسو چې هر څومره دُعاګانې وکړئ، نو زۀ به يې نۀ قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وينو رنګ دى.</verse>
				<verse number="16">اول ولامبئ او خپل ځان صفا کړئ. خپلې بد عملى زما د سترګو نه لرې کړئ. آو، نور بد عمل مۀ کوئ،</verse>
				<verse number="17">نېکى کول زده کړئ. او ګورئ چې اِنصاف کيږى، د چا سره چې ظلم شوے وى د هغوئ مدد کوئ، يتيمانانو له خپل حقُونه ورکوئ او د کونډو د حق دِفاع کوئ.“</verse>
				<verse number="18">مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.</verse>
				<verse number="19">خو کۀ تاسو خپلې رضا سره تابعدار يئ، نو چې زمکه کوم ښۀ څيزونه پېدا کوى، هغه به تاسو خورئ.</verse>
				<verse number="20">خو کۀ تاسو اِنکار او سرکشى کوئ، نو د تُورې لاندې به ګېر شئ او مړۀ به شئ. دا د مالِک خُدائ د خولې کلام دے.“</verse>
				<verse number="21">هغه ښار چې په يو وخت کښې وفادار وو اوس د کنجرې په شان شوے دے. په يوه زمانه کښې دا د صداقت او اِنصاف نه ډک وو، خو اوس په کښې صرف قاتِلان پاتې دى.</verse>
				<verse number="22">اے يروشلمه، ستا خالص سپين زر اوس د ملاوټ نه ډک دى، او ستا بهترينو ميو کښې اوبۀ ګډې شوې دى.</verse>
				<verse number="23">ستا مشران باغيان شوى دى او د غلو ملګرى شوى دى، هغوئ هر وخت تُحفې او رشوتونه اخلى. هغوئ په عدالت کښې هيڅکله د يتيمانانو دفاع نۀ کوى او نۀ هغوئ ته د کونډو فرياد را رسى.</verse>
				<verse number="24">نو هغې ته غوږ ونيسئ څۀ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”زۀ به خپلو دشمنانو نه انتقام واخلم، او مخالفينو نه به بدل واخلم.</verse>
				<verse number="25">زۀ به ستاسو خِلاف خپل طاقت استعمال کړم. زۀ به تاسو داسې صفا کړم لکه څنګه چې اوسپنه په اور کښې صفا کيږى او زۀ به ستاسو نه ټول ملاوټ لرې کړم.</verse>
				<verse number="26">زۀ به تا له هغه شان قاضيان او مشيران درکړم لکه څنګه چې دې پخوا لرل. نو بيا به يروشلم د صادقانو او وفادارو خلقو ښار وبللے شى.“</verse>
				<verse number="27">مالِک خُدائ به اِنصاف سره يروشلم بيا آباد کړى او چې څوک هلته توبه وباسى هغه به بچ کړى.</verse>
				<verse number="28">خو مالِک خُدائ به هغه هر يو کس ريزې ريزې کړى څوک چې ګناه کوى او د هغۀ خِلاف بغاوت کوى، او څوک چې مالِک خُدائ ته شا کړى نو هغه به تباه شى.</verse>
				<verse number="29">د څېړۍ د مقدسو ونو عبادت سره به چې تاسو خوشحالېدئ نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ، او کوم باغونه چې تاسو د بُت پرستۍ دپاره غوره کړى دى نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ.</verse>
				<verse number="30">تاسو به د څېړۍ د داسې ونې په شان يئ چې پاڼې يې اوچې شوى وى او د يو داسې باغ په شان به يئ چې هيڅ اوبۀ په کښې نۀ وى.</verse>
				<verse number="31">نو هغه تکړه سړى به لکه د بوسو په شان وى او د هغوئ بد عملونه به د اور د بڅرکى په شان وى. دواړه به يو ځائ داسې اور واخلى چې هيڅ څوک به يې مړ کولے نۀ شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">دا هغه پېغام دے چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې د يهوداه او يروشلم په حقله نازل کړو.</verse>
				<verse number="2">په راتلونکى وخت کښې، په کوم غرۀ باندې چې د مالِک خُدائ کور جوړ دے، هغه به د ټولو نه اوچت غر وى، د غرونو په ټولو غونډو باندې به دا د برج په شان اوچت وى. او ټول قومونه به د سېلاب په شان ور روان وى،</verse>
				<verse number="3">او د ډېرو قومونو خلق به راشى او وبه وائى، ”راځئ چې د مالِک خُدائ غر ته وخېژُو، او چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور ته لاړ شُو، هلته به هغه مونږ ته خپلې لارې وښائى، او مونږ به د هغۀ په لارو ځو.“ ځکه چې د صيون نه به د هغۀ تعليمات راوځى، او د هغۀ کلام به د يروشلم نه راځى.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ به د قومونو اِنصاف وکړى او د هغوئ په مينځ کښې به لانجې هوارې کړى. هغوئ به د خپلو تُورو نه د يوې خولې جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قومونه به هيڅکله بيا جنګ له لاړ نۀ شى، او نۀ به بيا دوئ د جنګ تربيت حاصلوى.</verse>
				<verse number="5">نو اے د يعقوب اولاده، راځئ چې مونږ د مالِک خُدائ په رڼا کښې ګرځو.</verse>
				<verse number="6">اے مالِکه خُدايه، تا خپل خلق، د يعقوب اولاد رد کړے دے. ځکه چې هغوئ خپل مُلک د نمرخاتۀ د طرف د جادوګرۍ نه ډک کړے دے. د فلستيانو په شان هغوئ هم فالګرو له ځى او د بل مُلک خلقو سره غاړه غټۍ اوسيږى.</verse>
				<verse number="7">د هغوئ مُلک د سپينو زرو او سرو زرو نه ډک دے او د هغوئ خزانې نۀ ختميږى. د هغوئ مُلک د آسونو نه ډک دے او د هغوئ جنګى ګاډۍ بې‌شمېره دى.</verse>
				<verse number="8">د هغوئ مُلک د بُتانو نه ډک دے او هغوئ داسې څيزونو ته سجدې لګوى چې هغوئ په خپلو لاسونو جوړ کړى دى.</verse>
				<verse number="9">نو په دې وجه به هغوئ بې‌عزته او سپک شى. اے مالِکه خُدايه، هغوئ مۀ معاف کوه.</verse>
				<verse number="10">په غارونو کښې ورننوځئ او د مالِک خُدائ د يرې نه او د هغۀ د شان او شوکت نه ځان په خاورو کښې پټ کړئ.</verse>
				<verse number="11">د انسان مغروره سترګې به ټيټې کړے شى او د انسان لوئى به په عاجزۍ بدله شى. نو په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى.</verse>
				<verse number="12">په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج ټول طاقتور خلق او هغه هر څوک چې مغروره يا لوئ وى، هغه ټول به عاجزه کړى.</verse>
				<verse number="13">هغه به د لبنان لوړ لوړ دِيار او د بسن د مُلک د څېړۍ ټولې ونې تباه کړى.</verse>
				<verse number="14">هغه به اوچت غرونه او د غرونو اوچتې غونډۍ هوارې کړى،</verse>
				<verse number="15">هغه به هر يو اوچت برج او د هرې قلعې مضبوط دېوالونه هوار کړى.</verse>
				<verse number="16">هغه به ټول لوئ سمندرى جهازُونه او ټولې ښائسته کشتۍ ډوبې کړى.</verse>
				<verse number="17">د انسان غرور به په عاجزۍ بدل شى او د انسان لوئى به خاورې ايرې شى. بُتان به په مکمله توګه ورک شى او په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى.</verse>
				<verse number="18"></verse>
				<verse number="19">چې کله مالِک خُدائ د دُنيا يرولو دپاره پاڅى نو خلق به د غرونو په غارونو کښې پټيږى او په زمکه کښې به په سوړو کښې پټيږى، د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د دهشت او جلال نه وتښتى.</verse>
				<verse number="20">کله چې هغه ورځ راشى، نو هغوئ چې کوم د سپينو زرو او سرو زرو بُتان جوړ کړى وى چې عبادت يې وکړى نو هغه به وغورزوى. او هغوئ به منږکانو او ښاپېرکانو ته پرېږدى.</verse>
				<verse number="21">چې کله مالِک خُدائ د دُنيا يرولو دپاره پاڅى نو خلق به د غرونو په غارونو کښې پټيږى او په زمکه کښې به په سوړو کښې پټيږى، د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د دهشت او جلال نه وتښتى.</verse>
				<verse number="22">په انسان باندې توکل مۀ کوه، د هغوئ ژوند د يوې لحظې دے او د هغې قدر څۀ دے؟</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">مالِک خُدائ، ربُ الافواج به د يروشلم او يهوداه نه هغه هر څۀ لرې کړى چې په هغې پورې د خلقو ژوند تړلے دے. هغه به د هغوئ نه خوراک او د څښلو اوبۀ واخلى،</verse>
				<verse number="2">د هغوئ نه به باتوران او فوجيان، قاضيان او پېغمبران، فالګران او مشران،</verse>
				<verse number="3">فوجى آفسران، معتبر کسان، مشيران، ماهر کاريګران او جادوګران واخلى.</verse>
				<verse number="4">زۀ به هلکان د هغوئ مشران جوړ کړم، او ماشومان به په هغوئ حکومت کوى.</verse>
				<verse number="5">خلق به يو بل سره زياتے کوى. هر يو سړے به په بل سړى او هر يو ګاونډى به په بل ګاونډى رُعب اچوى. ځوانان به د خپلو مشرانو بې‌عزتى کوى او بدکرداره خلق به د عزتمندو بې‌عزتى کوى.</verse>
				<verse number="6">په هغه وخت کښې به يو کس خپل ورور ته ووائى، ”تر اوسه پورې تا سره څادر شته نو په دې وجه راشه او زمونږ مشر جوړ شه. او د کنډراتو د دې ډيرى ذمه وارى اوچته کړه.“</verse>
				<verse number="7">خو هغه به ورته په جواب کښې وائى، ”نه، زۀ ستاسو علاج نۀ شم کولے. نۀ ما سره خوراک شته او نۀ ما څادر شته. ما د عوامو مشر مۀ جوړَوئ.“</verse>
				<verse number="8">بې‌شکه چې يروشلم په لړزان دے. او په يهوداه زوال راغلے دے. هغوئ چې هر څۀ وائى او کوم عمل کوى هغه د مالِک خُدائ خِلاف دے، هغوئ په جار بار د مالِک خُدائ خلاف بغاوت کوى.</verse>
				<verse number="9">د هغوئ مخونو نه د هغوئ ملامتيا څرګنده ده. هغوئ د سدوم د خلقو په شان په جار بار ګناه کړې ده. په هغوئ افسوس. هغوئ په خپله تباهى په ځان باندې راوستلې ده.</verse>
				<verse number="10">صادقانو له خوشخبرى ورکړه چې هغوئ بختور دى، ځکه چې هغوئ به د خپلو اعمالو د ښې مېوې نه خوند واخلى.</verse>
				<verse number="11">خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى.</verse>
				<verse number="12">ځوانان زما د خلقو سره زياتے کوى، او ښځې په هغوئ باندې حکومت کوى. اے زما خلقو، خپلو مشرانو تاسو په غلطه لار باندې روان کړى يئ، او هغوئ ستاسو لارې ستاسو نه ګډې وډې کړې دى.</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ په خپل عدالت کښې تيار دے، او د خلقو د عدالت دپاره ولاړ دے.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ د خپلو خلقو آفسران او مشران راولى چې د هغوئ عدالت وکړى. د هغوئ خِلاف د مالِک خُدائ دا اِعتراض دے، ”تاسو زما د انګورو باغ تباه کړے دے او د غريبانانو نه لوټ کړے شوے مال ستاسو په کورونو کښې دے.</verse>
				<verse number="15">تاسو دا حق نۀ لرئ چې زما خلقو له رګړه ورکړئ او د غريبانانو پوزې زمکې پورې راکاږئ. ما مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ فرمائى، ”ګورئ، د يروشلم ښځې څومره مغروره دى. هغوئ هسکه غاړه نيولې وى او روانې وى. هغوئ تل نخرې کوى. هغوئ د نازونو او نخرو قدمونه اخلى او پانزېبونه شړنګوى.</verse>
				<verse number="17">زۀ به د هغوئ په سرونو باندې دانې راوخېژوم او ګنجۍ به يې کړم.“</verse>
				<verse number="18">داسې ورځ راروانه ده چې مالِک خُدائ به د يروشلم د ښځو نه هغه هر څۀ واخلى په څۀ چې هغوئ ځانونه ښائسته کوى، پانزېبونه، هارونه، د سپوږمۍ په شان کالے،</verse>
				<verse number="19">والۍ، بنګړى، نقابونه،</verse>
				<verse number="20">لوپټې، ګونګړوګان، کمربندې، د عطرو بوتلې، تعويذونه،</verse>
				<verse number="21">ګوتمې، نتکۍ،</verse>
				<verse number="22">ښائسته جامې، چُوغې، شالونه، پرسونه،</verse>
				<verse number="23">شيشې، د کتان جامې، پړُونى او بُرقعې.</verse>
				<verse number="24">د عطرو د خوشبو په ځائ به د هغوئ نه بدبوئ خېژى، د کمربند په ځائ به هغوئ د ځان نه پړى تاو کړى وى، د ښائسته زلفو لرلو په ځائ به هغوئ ګنجۍ شى، د قيمتى جامو په ځائ به هغوئ د ټاټ جامې اغوستې وى. د هغوئ حُسن به په شرم بدل شى.</verse>
				<verse number="25">د ښار سړى به په تُوره وژلے شى، ستاسو تکړه سړى او سپاهيان به په جنګ کښې مړۀ شى.</verse>
				<verse number="26">د ښار دروازې به ژړا او ماتم کوى او ښار به په خپله د هغه ښځې په شان وى چې يواځې پاتې شى او په زمکه کښېنى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">کله چې هغه وخت راشى، نو اووۀ ښځې به يو سړے راونيسى او ورته به ووائى، ”مونږ به په خپله د خپل ځان دپاره د جامو او روټۍ اِنتظام کوُو، خو چې مونږ صرف ستا په نوم پورې تړلې يُو چې تۀ زمونږ خاوند يې، او داسې به مونږ د شرم نه بچ شُو.“</verse>
				<verse number="2">هغه وخت راروان دے چې د مالِک خُدائ څانګه به د هغه مُلک هر يو بوټے او ونه لويه او ښائسته کړى. نو چې کوم اِسرائيليان ژوندى پاتې وى نو هغوئ ټول به خوشحاله وى او په هغه فصلونو به فخر کوى چې په هغه مُلک کښې پېدا کيږى.</verse>
				<verse number="3">هر څوک چې په يروشلم کښې پاتې وى، نو خُدائ پاک به د هغۀ دپاره ژوند غوره کړے وى نو هغه به مقدس ګڼلے شى.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ به د صيون ښار د ښځې ګندګى ووينځى، هغه به د يروشلم نه د وينې داغونه د عدالت روح سره او د اور روح سره صفا کړى.</verse>
				<verse number="5">بيا د صيون په غرۀ او په هغه ټولو خلقو چې هلته راغونډ وى، په هغوئ به مالِک خُدائ د ورځې وريځ راولېږى او د شپې به ورباندې لوګے او ځلېدونکے اور راولېږى. د خُدائ پاک جلال به هغه ټول ښار پټ کړى او د هغې حِفاظت به وکړى.</verse>
				<verse number="6">د هغۀ جلال به په هغه ښار باندې لکه د خېمې په شان وى چې د ورځې د ګرمۍ نه سورے جوړ کړى او دا به د امن ځائ وګرځوى او د باران او طوفان نه به يې محفوظ وساتى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">راځئ چې زۀ د خپل محبوب دپاره سندره وايم، دا زما د دوست او د هغۀ د انګورو د باغ سندره ده. زما د دوست د انګورو يو باغ وو، چې دا باغ په يوه زرخېزه غونډۍ باندې وو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ زمکه وکنستله او د هغې نه يې کاڼى صفا کړل، هغۀ د بهترينو انګورو بوټى وکَرل. او د دې باغ په مينځ کښې يې د حِفاظت دپاره د څوکيدارۍ يو برج جوړ کړو، هغۀ د انګورو نه د رس ويستلو دپاره د کاڼى نه لنګرۍ جوړه کړه. هغۀ د ښو انګورو د پخېدو انتظار وکړو، خو چې کله انګور پاخۀ شول نو هغه ټول تراوۀ وُو.</verse>
				<verse number="3">نو اوس، اے د يروشلم او د يهوداه اوسېدونکو خلقو، زما او زما د انګورو د باغ په مينځ کښې فېصله وکړئ.</verse>
				<verse number="4">داسې څۀ شته چې ما د دې باغ دپاره نۀ وى کړى؟ نو بيا چې ما د دې باغ نه د خوږو انګورو توقع ساتله، نو دې تراوۀ ولې ونيول؟</verse>
				<verse number="5">نو زۀ به اوس تاسو ته ووايم، چې زۀ به د دې خپل باغ سره څۀ کوم. د دې نه ګېرچاپېره چې کوم باړ دے هغه به ترې نه اخوا کړم، د دې د حِفاظت دېوالونه به راوغورزوم او ځناور به ورپرېږدم چې وې خورى او د پښو لاندې يې کړى.</verse>
				<verse number="6">زۀ به د هغې زمکه شاړه کړم. نۀ به يې په بوټو کښې قينچى کيږى او نۀ به ورته ګوډ کيږى، هلته به ازغى او مرکونډۍ زرغونې شى. زۀ به وريځې هم منع کړم چې په دې باندې باران نۀ ورَوى.</verse>
				<verse number="7">د اِسرائيل قوم د مالِک خُدائ ربُ الافواج د انګورو باغ دے، او د يهوداه خلق د انګورو هغه بوټى دى چې هغۀ په خوشحالۍ کَرلى دى. د هغۀ د دوئ نه طمع وه چې اِنصاف به کوى، خو په ځائ د دې هغوئ ظلمونه کول. هغۀ ترې نه د صداقت طمع لرله، خو په ځائ د دې هغۀ د ژړا چغې واورېدې.</verse>
				<verse number="8">په تاسو افسوس، تاسو نور نور کورونه او پټى اخلئ. خو په آخر کښې به د نورو خلقو دپاره ځائ پاتې نۀ شى او صرف تاسو به په هغه مُلک کښې اوسېږئ.</verse>
				<verse number="9">ما اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج قسم خوړلے دے چې، ”يقيناً چې د ډېرو کورونو نه به کنډرې جوړې شى، او په دې غټو او ښائسته کورونو کښې به هيڅوک نۀ اوسيږى.</verse>
				<verse number="10">په شل جربه زمکه باندې چې کوم د انګور باغ کَرلے شوے وى نو هغه به صرف دوويشت ليټره مے پېدا کوى. يو سل او شپېتۀ کلو تخم به صرف شپاړس کلو غله پېدا کوى.“</verse>
				<verse number="11">په تاسو افسوس څوک چې سحر وختى پاڅئ او په شرابو څښلو باندې شروع وکړئ او په ماښام کښې تر ناوخته پورې مے څښئ او ځانونه نشه کوئ.</verse>
				<verse number="12">ستاسو په محفلونو کښې تاسو سره رباب، بينجو، تمبلونه، شپېلۍ او مے وى. دا خو ستاسو په خيال کښې هم نۀ راځى چې مالِک خُدائ څۀ کوى. او څۀ چې هغه کوى نو تاسو د هغې لحاظ نۀ کوئ.</verse>
				<verse number="13">نو ځکه زما قوم به د خپلې ناپوهۍ له وجې جلاوطن کړے شى. ستاسو مشران به د لوږې نه مړۀ شى او ستاسو عوام به د تندې نه مړۀ شى.</verse>
				<verse number="14">تورو خاورو هغوئ ته خپله خولۀ کولاو نيولې ده دپاره د دې چې د يروشلم غټ خلق او عوام، مست او شور جوړونکى خلق به ژوندى تېر کړى.</verse>
				<verse number="15">هر يو کس به سپک کړے شى او څوک چې مغرور وى نو هغوئ ټول به عاجزان کړے شى.</verse>
				<verse number="16">خو مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپلې لويئ اظهار د هغه کار په کولو سره کوى چې کوم د اِنصاف وى او د خُدائ پاک راستى به د هغۀ د پاکوالى څرګندونه کوى.</verse>
				<verse number="17">د ښار په کنډرو کښې به ګډُورى واښۀ خورى او د چېلو بچو ته به په کښې د څرن زمکه ملاويږى.</verse>
				<verse number="18">په تاسو افسوس څوک چې د شګى مزى پورې خپل ګناهونه راکاږئ، او څوک چې د غوَيانو د ګاډۍ په شان خپله بدعملې ځان پسې راکاږئ.</verse>
				<verse number="19">تاسو وايئ، ”مالِک خُدائ دې زر زر خپل کار وکړى چې مونږ دا وګورو. او چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات کومه منصوبه جوړه کړې ده هغه دې زر سر ته ورسوى چې مونږ ته د هغې پته ولګى.“</verse>
				<verse number="20">په تاسو افسوس دے. تاسو بدو ته ښۀ وايئ او ښو ته بد وايئ. تاسو تيارۀ نه رڼا جوړَوئ او د رڼا نه تيارۀ جوړَوئ. کوم څيز چې تريخ وى نو د هغې نه خوږ جوړَوئ او چې کوم خوږ وى نو د هغې نه تريخ جوړَوئ.</verse>
				<verse number="21">په تاسو افسوس دے. ستاسو خيال دا وى چې تاسو عقلمند يئ او خپل ځان ډېر زيات هوښيار ګڼئ.</verse>
				<verse number="22">په تاسو افسوس دے. د ميو په څښلو کښې خو تاسو ډېر تکړه يئ. او د شرابو په ګډولو کښې تاسو ښۀ ځوانى ښايئ.</verse>
				<verse number="23">خو د رشوت په وجه تاسو مجرمان آزادوئ او د بې‌ګناه خلقو حقُونه خورئ.</verse>
				<verse number="24">نو اوس، لکه څنګه چې خسڼى او اوچ واښۀ ټسيږى او په اور کښې ايرې کيږى، نو داسې ستاسو جرړې به ورَستې شى او ستاسو غوټۍ به اوچې شى او هوا به يې يوسى. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د ربُ الافواج شريعت رد کړے دے، او د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات حکم ته مو سپک کتلى دى.</verse>
				<verse number="25">نو ځکه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته سخت په قهر دے او خپل لاس يې اوچت کړے دے چې هغوئ له سزا ورکړى. غرونه به وخوځيږى او چې څوک مړۀ شى نو د هغوئ لاشونه به په کوڅو کښې د ګند په شان پاتې شى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ وى سړه شوې او هغۀ به د سزا دپاره لاس اوچت کړے وى.</verse>
				<verse number="26">هغه به يو لرې قوم ته د راغوښتلو دپاره اِشاره وکړى. هغه هغوئ ته شپيلے ووهى چې د دُنيا د لرې سر نه راشى. او هغوئ زر زر او په منډه منډه راشى.</verse>
				<verse number="27">د هغوئ يو کس به هم نۀ ستړے کيږى، او نۀ به تيندکونه خورى. نۀ به هغوئ د خوب دپاره ودريږى او نۀ د آرام دپاره. نۀ به هغوئ ملابند سپړى او نۀ به هغوئ د خپل پېزار تسمې پرانيزى.</verse>
				<verse number="28">د هغوئ غشى به تېرۀ وى او د هغوئ ليندې به د ويشتلو دپاره تيارې وى. د هغوئ د آسونو د نالونو نه به بڅرکى الوځى او د هغوئ د جنګى ګاډو پايې به د هوا په شان تاويږى.</verse>
				<verse number="29">هغوئ د ازمرو په شان غړمبيږى، د داسې ازمرو په شان غړمبيږى چې ښۀ په ځوانى کښې وى. هغوئ غړمبار سره خپل ښکار راونيسى او يو خوا ته يې وړى او هيڅ څوک هم نۀ وى چې يې ترېنه خلاص کړى.</verse>
				<verse number="30">په دغه ورځ به هغوئ په خپل دشمن باندې وغړمبيږى داسې لکه چې د سمندر چپې شور کوى. کۀ څوک هغه مُلک ته وګورى نو صرف تيارې او مصيبتونه به ورته ښکارى. او د وريځې د خورېدو په وجه به رڼا په تيارې بدله شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">په کوم کال چې عُزياه بادشاه مړ شو، نو ما مالِک خُدائ وليدو چې په اوچت او د لوئې مرتبې په تخت ناست وو. او د هغۀ د چُوغې لمن سره د هغۀ کور ډک شو.</verse>
				<verse number="2">د هغۀ نه ګېرچاپېره بلېدونکے مخلوق ولاړ وو او د هر يو شپږ شپږ وزر وُو. دې هر يو خپل مخ په دوو وزرو باندې پټ کړے وو، په دوو وزرو باندې يې پښې پټې کړې وې او د دوو وزرو نه يې د الوتلو کار اخستلو.</verse>
				<verse number="3">هغوئ يو بل ته نعرې وهلې، ”مقدس، مقدس. مالِک خُدائ ربُ الافواج مقدس دے. د هغۀ د جلال نه دُنيا ډکه ده.“</verse>
				<verse number="4">د هغوئ د آوازونو شور د خُدائ پاک د کور چوکاټونه ولړزول او د مالِک خُدائ کور د لوږى نه ډک شو.</verse>
				<verse number="5">نو ما ووئيل، ”په ما افسوس، زۀ تباه شوم، ځکه چې زما شونډې په ګناه ککړې دى، او د کومو خلقو سره چې زۀ اوسېږم د هغوئ شونډې هم ګنده دى. خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“</verse>
				<verse number="6">نو بيا د هغه بلېدونکى مخلوق نه يو زما طرف ته راوالوتلو. هغۀ يوه بَله سکروټه راروانه کړې وه، هغۀ دا د قربان‌ګاه نه د يوې چمټې سره راخستې وه.</verse>
				<verse number="7">هغۀ زما شونډو له بَله سکروټه وروړله او وې فرمائيل، ”دا سکروټه ستا د شونډو سره لګېدلې ده، نو په دې وجه ستا قصور ختم شو او ستا ګناهونه معاف شول.“</verse>
				<verse number="8">بيا ما د مالِک خُدائ آواز واورېدو چې وې فرمائيل، ”زۀ څوک ولېږم؟ زمونږ د طرف نۀ به څوک ځى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ حاضر يم. ما ولېږه.“</verse>
				<verse number="9">نو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او دې قوم ته دا پېغام ورسوه، ”هر څومره کۀ تاسو واورئ خو تاسو به پرې پوهه نۀ شئ، هر څومره کۀ ورته ګورئ نو تاسو به پرې پوهېږئ نه.“</verse>
				<verse number="10">د هغوئ زړونه سخت کړه، د هغوئ غوږونه کاڼۀ کړه او د هغوئ سترګې ړندې کړه، داسې نۀ وى چې هغوئ په خپلو سترګو وګورى او په خپلو غوږُونو واورى او خپلو زړونو کښې پوهه شى او زما طرف ته شفا دپاره راتاو شى.“</verse>
				<verse number="11">ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.</verse>
				<verse number="12">تر هغې چې مالِک خُدائ هغوئ تر لرې لرې پورې وزغلوى او ټول مُلک يې خوشے پاتې شى.</verse>
				<verse number="13">کۀ په هغه مُلک کښې صرف لسمه حِصه خلق هم پاتې وى، نو هغه به بيا وسوزولے شى. هغه به د څېړۍ د ونې په شان داسې کټ شى چې صرف مونډ يې باقى پاتې شى.“ دا مونډ به يو مقدس تخم وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">کله چې د عُزياه نمسى او د يوتام زوئ احاز بادشاه په يهوداه باندې بادشاهى کوله، نو د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح په يروشلم باندې حمله وکړه، خو هغوئ د دې ښار قبضه کولو کښې ناکامه شول.</verse>
				<verse number="2">کله چې دا خبر د يهوداه بادشاه ته ورسېدو چې د شام فوجيان اِسرائيل سره په جنګ کښې ملګرى شوى دى، نو هغه او د هغۀ ټول خلق دومره زيات ويرېدل او داسې ولړزېدل لکه چې په طوفان کښې ونې خوځيږى.</verse>
				<verse number="3">نو مالِک خُدائ يشعياه ته وفرمائيل، ”خپل زوئ شياريشوب ځان سره روان کړه او احاز بادشاه سره مِلاوېدو له لاړ شه. تۀ به هغۀ سره په هغه سړک باندې مِلاو شې چرته چې دهوبيان جامې وينځى او د هغه نِهر لاندې سر سره په کوم چې د تالاب نه اوبۀ راکوزيږى.</verse>
				<verse number="4">هغۀ ته ووايه چې، ويښ اوسه او په قلار شه او نۀ چې ويريږى او نۀ پرېشانه شى. د رضين بادشاه، شاميانو او د رملياه د زوئ غصه د اور د هغه دوو لرګو په شان هيڅ هم نۀ ده چې په مړ کېدو بدل وى.</verse>
				<verse number="5">شام، سره اِسرائيل او د رملياه زوئ ستا خِلاف منصوبه جوړه کړې ده، او وائى،</verse>
				<verse number="6">راځئ چې مونږ په يهوداه باندې حمله وکړُو، خلق ويروو او قبضه يې کړُو، او بيا به د طابئيل زوئ په تخت باندې کښېنوو.</verse>
				<verse number="7">خو مالِک خُدائ فرمائى چې، د هغوئ منصوبه به ناکامه شى. او دا به نۀ کيږى.</verse>
				<verse number="8">ولې چې د شام مشر دمشق دے او د دمشق مشر صرف رضين دے. او ترڅو چې د اِسرائيلو خبره ده، نو هغه به په پينځو شپېتو کالو کښې ټوټې ټوټې او په مکمل طور تباه شى.</verse>
				<verse number="9">د اِسرائيل مشر سامريه دے او د سامريه مشر د رملياه زوئ دے. کۀ په ايمان قائم پاتې نۀ شوئ، نو يقيناً چې پخپله به قائم پاتې نۀ شئ.“</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ احاز له يو بل پېغام ولېږلو،</verse>
				<verse number="11">”د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه وغواړه چې يوه نښه درته وښائى. کۀ هغه د آسمان نه پاس وى او کۀ د عالمِ ارواح نه لاندې وى.“</verse>
				<verse number="12">خو احاز ورته اِنکار وکړو او وئيل يې چې، ”نه، نۀ به زۀ نښه غواړم او نۀ به مالِک خُدائ آزمائيم.“</verse>
				<verse number="13">نو په دې خبره يشعياه ورته وفرمائيل، ”اے د داؤد بادشاه اولاده، په کولاو غوږونو واورئ. ولې دا کافى نۀ ده چې تاسو د انسان صبر تمام کړئ؟ اوس تاسو زما د خُدائ پاک صبر هم تمامول غواړئ څۀ؟</verse>
				<verse number="14">ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانو‌ايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى.</verse>
				<verse number="15">په هغه وخت کښې چې کله هغه دومره شى چې ملائى او شات خوړے شى نو د خپل ښۀ او بد فېصله به په خپله کولے شى.</verse>
				<verse number="16">هغه وخت به لا راغلے هم نۀ وى چې هغه د خپل ښۀ او بد فېصله پخپله کوى، نو د هغه دوو بادشاهانو مُلکونه به خوشى او برباد شى کوم چې تاسو يروى.</verse>
				<verse number="17">نو مالِک خُدائ به په تا، ستا په خلقو او په ټول شاهى خاندان داسې سخت وخت راولى چې د کله نه اِسرائيل د يهوداه نه جدا شوے دے نو تر نن ورځې پورې نۀ دے راغلے. هغه به د اسور بادشاه راولى چې په تاسو باندې حمله وکړى.</verse>
				<verse number="18">کله چې هغه وخت راشى، نو مالِک خُدائ به د مِصريانو د راغوښتو دپاره شپېلۍ ووهى چې د نيل درياب د لرې غاړو نه د مچانو په شان راشى او اسوريانو ته به شپېلۍ ووهى چې د شاتو د مچو په شان د خپل مُلک نه راشى.</verse>
				<verse number="19">هغوئ ټول به راشى، د ژورو وادۍ باندې او په غارونو او ګټو باندې او د ازغو په هر يو بوټے او په ولاړو اوبو باندې به کښېنى.</verse>
				<verse number="20">کله چې هغه وخت راشى، نو مالِک خُدائ به د اسور بادشاه د نائى په توګه د فرات سيند د بلې غاړې نه راولى او هغه به ستاسو ږيرې، سر او په بدنونو وېښتۀ کل کړى.</verse>
				<verse number="21">په هغه وخت چې کوم يو کس سره يوه سخۍ او يو دوه ګډې چېلۍ پاتې وى نو هغه به خوش قسمته وى.</verse>
				<verse number="22">دا به دومره زيات پئ ورکوى چې د هغۀ ضرورت به ښۀ پوره کوى. آو، چې په هغه مُلک کښې څوک هم ژوندى پاتې وى نو هغوئ به ملائى او شات خورى.</verse>
				<verse number="23">کله چې هغه وخت راشى، نو د انګورو هغه ښۀ باغونه، چې په هر يو کښې يو زر د انګورو بوټى وى او د هر يو باغ قيمت د سپينو زرو يو زر سيکې وى، نو هغه به هم د ازغو او غنو نه ډک وى.</verse>
				<verse number="24">خلق به هلته د غشو او ليندو سره د ښکار دپاره ځى. آو، هغه ټول مُلک به د ازغو او غنو نه ډک وى.</verse>
				<verse number="25">په کومو غونډو باندې چې د فصلونو دپاره کوداله کېده نو هغه به هم د ازغو نه داسې ډک وى چې هيڅ څوک به هلته نۀ شى تلے. هغه به يو داسې ځائ جوړ شى چې چرته څاروى او ګډې څريږى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د ليکلو دپاره يوه لويه تخته واخله او په هغې باندې صفا صفا دا وليکه چې، د تېزۍ مال غنيمت او زر زر لوټ مار.“</verse>
				<verse number="2">ما د اورِياه اِمام او د يبرکياه زوئ زکرياه په وړاندې دا وليکل او دا دواړه کسان ايمانداره ګواهان وُو.</verse>
				<verse number="3">بيا زۀ د خپلې پېغمبرې ښځې سره څملاستم، هغه اُميدواره شوه او يو زوئ مو پېدا شو، نو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”په هغۀ باندې ”د تېزۍ مال غنيمت او زر زر لوټ مار“ نوم کېږده.</verse>
				<verse number="4">د هغې نه وړاندې چې ماشوم دومره لوئ شى چې ابو او امى وئيلے شى، نو د دمشق ټول مال دولت او د سامريه ټول مال غنيمت به د اسور بادشاه لوټ کړے وى.“</verse>
				<verse number="5">نو مالِک خُدائ يو ځل بيا ما سره کلام وکړو. هغۀ وفرمائيل،</verse>
				<verse number="6">”دې خلقو د شيلوخ قلارې روانې اوبۀ رد کړې دى او د رضين بادشاه او فقح بادشاه نه يرېدلى دى.</verse>
				<verse number="7">نو په دې وجه به زۀ، مالِک خُدائ د اسور بادشاه او د هغۀ ټول لښکر راولم چې په يهوداه حمله وکړى. د هغۀ لښکر به داسې وړاندې راشى لکه چې د فرات د سيند اوبۀ د غاړو نه راوړېدلې وى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ به د سېلاب په شکل کښې د يهوداه نه تېر شى، اے عمانو‌ايله، اوبۀ به لکه د مرغۍ د وزرو په شان خوَرې وى او ستا ټول مُلک به يې نيولے وى. او خلق به يې تر مرۍ مرۍ پورې پټ کړى وى.“</verse>
				<verse number="9">اے قومونو، په يره يره کښې راغونډ شئ. اے د دُنيا لرې مُلکونو واورئ. د جنګ دپاره تيار شئ، خو تاسو به چخڼى کړے شئ. آو، تيار شئ، خو تاسو به چخڼى کړے شئ.</verse>
				<verse number="10">تاسو چې څۀ منصوبې هم جوړَوئ هغه به بې‌فائدې وى. تاسو چې څۀ فېصله هم کوئ هغه به ناکام کيږى، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ مل دے.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ زۀ کلک ونيولم او خبردارے يې راکړو چې په هغه لار به نۀ ځې چې په کومه به نور خلق تلل. هغۀ وفرمائيل،</verse>
				<verse number="12">”هره خبره سازش مۀ ګڼه څنګه چې يې دا قوم ګڼى او د هغه څيزونو نه مۀ يرېږه چې کوم نه دوئ يريږى.</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ، ربُ الافواج مقدس ګڼئ، د هغۀ نه دهشت خورئ او د هغۀ نه يره کوئ.</verse>
				<verse number="14">بيا به هغه تاسو محفوظ ساتى. خو هغه به د اِسرائيل او د يهوداه دپاره يو داسې کاڼے وى چې د تيندک باعث به جوړيږى، او خلق به پرې تيندک وخورى او راوبه غورزيږى. او د يروشلم د خلقو دپاره به هغه يو دام او يو جال جوړ شى.</verse>
				<verse number="15">په هغوئ کښې به ډېر تيندک وخورى راوبه غورزيږى او ټوټې ټوټې به شى. هغوئ به په دام کښې راګېر شى.“</verse>
				<verse number="16">د څۀ تعليم چې ما ورکړو، نو هغه دې په طومار کښې درج کړے شى او زما شاګردانو له دې ورکړے شى.</verse>
				<verse number="17">زۀ به د مالِک خُدائ انتظار کوم او د هغۀ نه به اُميد ساتم، اګر چې هغۀ د يعقوب خاندان رد کړے دے.</verse>
				<verse number="18">زۀ دلته د هغه بچو سره يم چې کوم مالِک خُدائ ما له راکړى دى. هغه مالِک خُدائ، ربُ الافواج چې د هغۀ تخت د صيون په غر باندې دے، هغۀ مونږ اِسرائيل له د نښې او خبردارى په توګه رالېږلى يُو.</verse>
				<verse number="19">کۀ څوک تاسو ته ووائى چې، ”د قسمت ښودونکو او مړو روحونو سره خبرو والا نه پته وکړئ، د هغوئ نه چې په نرى آواز سره يا په ګونګسو کښې خبرې کوى،“ هغوئ به وائى، ”د هر څۀ نه به ښۀ نۀ وى چې خلق د خپلو معبودانو سره مشوره وکړى؟ د ژوندو د خاطره مونږ د مړو د روحونو سره ولې مشوره ونۀ کړُو؟“</verse>
				<verse number="20">د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.</verse>
				<verse number="21">هغوئ به په هغه مُلک کښې سرګردانه ګرځى، اوږى او بې‌حوصلې به وى. د لوږې نه به غصه وى او خپل بادشاه او خُدائ پاک ته به کنځل کوى. هغوئ کۀ آسمان ته سترګې پورته کړى</verse>
				<verse number="22">يا کۀ زمکې ته ګورى، خو هغوئ ته به د پرېشانۍ، مصيبت او تيارې نه بغېر هيڅ هم نۀ ښکارى، په تکه توره او يروونکې تيارۀ کښې به وغورزولے شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">نو د هغوئ دپاره به دا مصيبت تر همېشه پورې جارى نۀ وى. د زبولون او نفتالى علاقه ته په يو وخت کښې سپک کتلے شول، خو په راتلونکى وخت کښې به دا علاقه عزتمنده شى، نمرخاتۀ طرف ته د مديترانى سمندر نه واخله د درياب طرف ته د اُردن نه پورې او داسې ګليل به هم عزتمند شى، چرته چې غېر‌يهوديان اوسيږى.</verse>
				<verse number="2">کوم خلق چې په تيارۀ کښې ګرځېدل، نو هغوئ يوه لويه رڼا ليدلې ده، او هغوئ څوک چې په تورو تيارو کښې اوسېدل، پرې نُور ځليږى.</verse>
				<verse number="3">تا د هغوئ قوم لوئ کړے دے او لويه خوشحالى دې ورکړې ده. تا چې څۀ کړى دى نو په هغې باندې هغوئ خوشحالى کوى، هغوئ دومره خوشحالى کوى لکه چې خلق يې د فصل د رېبلو په وخت کوى، او يا چې کله مالِ غنيمت تقسيميږى.</verse>
				<verse number="4">تۀ به د هغوئ د غلامۍ جغ مات کړې او د هغوئ د اوږو نه به دروند بوج واخلې. او د ظالمانو زور به ختم کړې داسې لکه څنګه چې تا د ميديان لښکر تباه کړے وو.</verse>
				<verse number="5">د هر يو جنګيالى فوجى پېزار او د هغوئ هغه ټولې جامې چې په وينو داغدارې دى، هغه به په اور وسوزولے شى.</verse>
				<verse number="6">زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“</verse>
				<verse number="7">د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ د يعقوب خلاف کلام کړے دے، او هغه په اِسرائيل مسلط دے.</verse>
				<verse number="9">د اِسرائيل ټول خلق او هغه هر يو کس چې په سامريه کښې اوسيږى، هغوئ ته به پته ولګى چې دا هغۀ کړى دى. خو اوس هغوئ مغروره او خود غرضه دى. هغوئ ووئيل،</verse>
				<verse number="10">”زمونږ د خښتو عمارتونه راغورزېدلى دى، خو مونږ به دا بيا د تراشلے شوو کاڼو نه جوړ کړُو. د چِنار ونې راماتې شوې دى، خو مونږ به د دې په ځائ د دِيار ښائسته ونې ولګوو.“</verse>
				<verse number="11">خو مالِک خُدائ د هغوئ دشمنان راپارولى دى چې په هغوئ باندې حمله وکړى.</verse>
				<verse number="12">د نمرخاتۀ طرف ته شام او د نمرپرېواتۀ طرف ته فلستيه خولۀ پرانستلې ده چې اِسرائيل ژوندے تېر کړى. خو د مالِک خُدائ غصه تر اوسه پورې سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا دپاره تر اوسه پورې لاس اوچت نيولے دے.</verse>
				<verse number="13">اګر چې مالِک خُدائ ربُ الافواج هغوئ له سزا هم ورکړې ده، خو د اِسرائيل خلقو توبه نۀ ده ويستلې، او هغوئ هغۀ ته واپس نۀ دى راګرځېدلى.</verse>
				<verse number="14">صرف په يوه ورځ کښې به مالِک خُدائ د اِسرائيل مشرانو او خلقو له داسې سزا ورکړى چې د سر نه واخله تر بېخه پورې به ټول ختم کړى.</verse>
				<verse number="15">مشران او عزتمند خلق د سر په شان دى او هغه پېغمبران د بېخ په شان دى چې د چا تعليمات د دروغو نه ډک وى.</verse>
				<verse number="16">د قوم مشرانو خلق بې‌لارې کړى دى او د تباهۍ په طرف يې روان کړى دى.</verse>
				<verse number="17">نو مالِک خُدائ به د قوم د ځوانانو نه خوشحاله نۀ وى او هغه به په کونډو او يتيمانانو باندې هم رحم نۀ کوى، ځکه چې ټول خلق د خُدائ نه اوړېدلى دى او بدعمله شوى دى او هغوئ چې څۀ هم وائى هغه بدى وى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى او هغۀ به د سزا ورکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.</verse>
				<verse number="18">د خلقو بدعملى د هغه اور په شان بليږى کوم چې د ازغو بوټى او غنې سوزوى. دا د ځنګل د هغه اور په شان بليږى کوم چې پاس په هوا کښې د لوږى ستنه جوړوى.</verse>
				<verse number="19">د مالِک خُدائ ربُ الافواج غصې سره به ټول مُلک وسوزى او په خلقو باندې به يې اور بَل وى او يو کس به په بل هيڅ ترس نۀ کوى.</verse>
				<verse number="20">هغوئ به خپل ګس طرف ته ګاونډيانو باندې حمله وکړى خو بيا به هم اوږې وى، په خپل ښې طرف ګاونډيانو باندې به حمله وکړى خو بيا به يې هم لوږه نۀ ختميږى. په آخر کښې به هغوئ خپل بچى هم وخورى.</verse>
				<verse number="21">منسى به په اِفرائيم او اِفرائيم به په منسى حمله وکړى، بيا به هغوئ يو ځائ په يهوداه حمله وکړى. خو د مالِک خُدائ غصه لا سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا ورکولو دپاره لاس اوچت نيولے دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">په تاسو افسوس، تاسو د بې‌اِنصافۍ قانون جوړَوئ او د ظلم فتوې ورکوئ.</verse>
				<verse number="2">او د دې په وجه غريبانانو خلقو له موقع نۀ ورکوئ چې هغوئ ته خپل حق مِلاو شى او د هغوئ سره اِنصاف وشى. او د دې قانون په وجه کونډې ستاسو په چال کښې راګېرې شى او يتيمان لوټ کوئ.</verse>
				<verse number="3">د عدالت په ورځ به تاسو څۀ کوئ؟ کله چې د يو لرې مُلک نه په تاسو يو افت راشى نو تاسو به څۀ کوئ؟ د مدد دپاره به تاسو کوم ځائ ته منډې وهئ؟ تاسو به خپل مال دولت چرته پټوئ؟</verse>
				<verse number="4">هيڅ به پاتې نۀ شى، يا خو به تاسو د قېديانو په مينځ کښې د يرې نه زېړې داړې نيولې وى او يا به په جنګ کښې ووژلے شئ. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى، هغۀ به تاسو له د سزا درکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.</verse>
				<verse number="5">بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے اسوريانو، زۀ اسور د چُوکې په توګه استعمالوم چې هغه خلقو له سزا ورکړم چې زۀ چا ته غصه يم.</verse>
				<verse number="6">ما اسوريان ورولېږل چې په دې بې‌دينه قوم باندې حمله وکړى، دا هغه خلق دى چې زۀ يې غصه کړے يم. ما هغوئ د دې دپاره ورلېږل چې هغوئ وشوکوى او لوټ يې کړى او هغه خلق د لارې د خاورې په شان د پښو لاندې کړى.“</verse>
				<verse number="7">خو د اسور بادشاه په خپل زړۀ کښې د ظلم نه ډکې منصوبې لرلې. د هغۀ اراده دا وه چې ډېر قومونه تباه کړى.</verse>
				<verse number="8">هغۀ وئيل چې، ”زما هر يو فوجى مشر بادشاه دے.</verse>
				<verse number="9">ما د کلنو، کرکميس، حمات او د ارفاد ښارونه فتح کړى دى. ما سامريه او دمشق فتح کړے دے.</verse>
				<verse number="10">ما ډېر حکومتونه قابو کړى دى د چا معبودان چې د يروشلم او سامريه د بُتانو نه بهتر وُو.</verse>
				<verse number="11">ما سامريه او د دې ټول بُتان تباه کړى دى او اوس به زۀ يروشلم او د هغې ټول بُتان هم تباه کړم.“</verse>
				<verse number="12">خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”کله چې زۀ هغه کار ختم کړم چې د صيون غر او د يروشلم سره يې کوم، نو زۀ به د اسور بادشاه له د هغۀ د لافو او ټول غرور په وجه سزا ورکړم.“</verse>
				<verse number="13">د اسور بادشاه به په خپلو لافو کښې وئيل، ”دا هر څۀ ما په خپل لاس کړى دى، ځکه چې زۀ ډېر هوښيار يم. ما د قومونو په مينځ کښې سرحدونه ختم کړى دى او د هغوئ خزانې مې لوټ کړى دى او د يو تکړه غوَيى په شان مې د هغې بادشاهان تباه کړى دى.</verse>
				<verse number="14">ما د دُنيا قومونو نه دولت داسې اخستے دے لکه چې څوک د جالې نه هګۍ راوچتوى او ما داسې ټول مُلکونه هم را اوچت کړى دى، داسې يو وزر هم نۀ وو چې زۀ يې يرولے وے او نۀ داسې مخُوکه وه چې په ما باندې چغېدلے وے.“</verse>
				<verse number="15">خو مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې يو تبر دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه دے چې څوک دا تبر استعمالوى؟ ولې يو آرا دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه ده چې څوک دا استعمالوى؟ يوه چُوکه سړے نۀ راپورته کوى بلکې سړے چُوکه راپورته کوى.“</verse>
				<verse number="16">نو په دې وجه به مالِک خُدائ ربُ الافواج يو داسې مرض راولېږى چې د اسور څربه جنګيالى به اوچ کلک شى. او د هغوئ لوئى به د اور په لمبو وسوزوى.</verse>
				<verse number="17">هغه مقدس ذات کوم چې د بنى اِسرائيل رڼا ده، هغه به د اور په شان شى. هغه به د يوې لمبې په شان شى، صرف په يوه ورځ کښې به د اسور د ازغو او غنو بوټى وسوزى.</verse>
				<verse number="18">لوئ لوئ ځنګلونه او دا زرخېز پټى به بېخى داسې تباه شى لکه چې يو سخت مرض يو کس تباه کوى.</verse>
				<verse number="19">صرف د شمېر يو څو ونې به پاتې وى چې يو ماشوم يې هم شمېرلے شى.</verse>
				<verse number="20">په هغه وخت به ژوندى پاتې شوى اِسرائيليان يعنې د يعقوب د خاندان بچ شوى خلق نور په هغه قوم باندې اعتبار نۀ کوى چا چې دوئ وهلى وى. هغوئ به د زړۀ د اخلاصه په مالِک خُدائ باندې ايمان ولرى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے.</verse>
				<verse number="21">باقى پاتې به راوګرځى، د يعقوب باقى پاتې حِصه به خُدائ تعالىٰ ته راوګرځى.</verse>
				<verse number="22">اګر چې اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف يوه وړه پاتې شوې حِصه به راوګرځى. مالِک خُدائ د خپلو خلقو د تباه کولو صحيح فېصله کړې ده.</verse>
				<verse number="23">نو بې‌شکه چې مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج به په ټول مُلک باندې تباهى راولى، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="24">مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج فرمائى، ”اے په صيون کښې زما خلقو، د اسوريانو نه مۀ يرېږئ، اګر چې هغوئ په تاسو پسې چُوکه او ډنډه راخلى لکه څنګه به چې مخکښې مِصريانو درسره کول.</verse>
				<verse number="25">ډېر لږ وخت پس به زۀ تاسو له سزا درکول بند کړم او بيا به زۀ هغوئ ته غصه شم او تباه به يې کړم.</verse>
				<verse number="26">زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج به زما په خپله کوړه هغوئ داسې ووهم لکه څنګه مې چې د ميديان خلق د عوريب ګټ سره وهلى وُو. زۀ به اسوريانو له هغه شان سزا ورکړم لکه څنګه مې چې د مِصريانو لښکر په سمندر کښې ډوب کړے وو.</verse>
				<verse number="27">کله چې هغه وخت راشى، نو زۀ به تاسو د اسوريانو د زور نه خلاص کړم او د هغوئ جغ به ستاسو د غاړو نه لرې کړم.“</verse>
				<verse number="28">د دشمن لښکر د عيات ښار قبضه کړے دے. هغوئ د مجرون نه تېر شوى دى. او هغوئ خپل سامانونه په مِکماس کښې پرېښى دى.</verse>
				<verse number="29">هغوئ د درې نه اوړېدلى دى او شپه به په جبعه کښې تېروى. د راما په ښار کښې خلق يرېدلى دى او د ساؤل بادشاه د ښار جبعې خلق تښتېدلى دى.</verse>
				<verse number="30">د جليم خلقو چغې ووهئ. د ليس خلقو غوږ ونيسئ. او د عنتوت خلقو جواب راکړئ.</verse>
				<verse number="31">د مدمينه خلق وتښتېدل او جيبيم خلق د پناه دپاره منډې وهى.</verse>
				<verse number="32">دشمن نن د نوب په ښار کښې دے او هغه د يروشلم په ښار کښې د صيون لور غر ته د دهمکۍ دپاره خپل لاس خوځوى.</verse>
				<verse number="33">خو ګورئ، مالِک خُدائ ربُ الافواج به هغوئ داسې لاندې راوغورزوى لکه چې د ونو نه څانګې څوک ماتوى. د هغوئ لوئ لوئ او مغروره خلق به راغورزولى وى.</verse>
				<verse number="34">هغه به تبر سره د ځنګل ونې راوغورزوى، داسې لکه څنګه چې د لبنان غټې ونې راغورزولے شوې وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">د يَسى مونډ به راوټوکيږى، او د هغې د جرړو نه به څانګه راوخېژى.</verse>
				<verse number="2">د مالِک خُدائ روح به د هغۀ سره وى، او دا به د پوهې او حِکمت روح وى، د مشورې او د قوت روح، د عِلم او د مالِک خُدائ نه د يرې روح،</verse>
				<verse number="3">او هغۀ ته به د مالِک خُدائ په تابعدارۍ کښې خوشحالى ملاويږى. هغه به د خلقو په ظاهر صورت او د اورېدو په خبرو باندې عدالت نۀ کوى،</verse>
				<verse number="4">هغه به اِنصاف سره د غريبانانو عدالت کوى، او هغه به اِنصاف سره د بې‌اسرى خلقو فېصله کوى. د هغۀ د کلام زور سره به زمکه رپيږى او د هغۀ د خولې يو پوکے به بدعمله تباه کوى.</verse>
				<verse number="5">صداقت به د هغۀ ملاتړ وى او وفادارى به د هغۀ کمربند وى.</verse>
				<verse number="6">شرمخان او ګډې به په يو ځائ په سکون سره اوسيږى، او پړانګ به د چېلو د بچو سره ملاست وى. د غواګانو او زمرو بچى به په يو ځائ خوراک کوى، او يو وړوکے ماشوم به دا بوتلے راوستے شى.</verse>
				<verse number="7">غواګانې او مېلوګان به په يو ځائ خوراک کوى، او د هغوئ بچى به په يو ځائ په امن سره پراتۀ وى. او زمرے به د غوَيى په شان بوس خورى.</verse>
				<verse number="8">د پيو ماشوم به د مار سوړې سره لوبې کوى او لږ لوئ ماشوم به د زهرژن مار سوړه کښې لاس اچوى.</verse>
				<verse number="9">د خُدائ پاک په مقدس غر به هيڅ تباهى نۀ کيږى او نۀ به چا ته نقصان رسى، ځکه چې هغه مُلک به د مالِک خُدائ د عِلم نه داسې ډک وى لکه سمندرونه چې د اوبو نه ډک دى.</verse>
				<verse number="10">په هغه وخت به د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه د قومونو دپاره د يوې جنډې نښه وى. قومونه به د هغۀ نه رهنمائى غواړى، او د هغۀ د استوګنې ځائ به جلالى وى.</verse>
				<verse number="11">کله چې هغه ورځ راشى، نو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د خپل طاقت نه کار واخلى او خپل هغه خلق به خپلو کورونو ته راولى کوم چې په اسور، مِصر، فتروس، ايتهوپيا، عيلام، بابل او د حمات په مُلکونو کښې او د سمندر په غاړو کښې پاتې شوى وُو.</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ به د نښې دپاره يوه جنډا راواخلى چې قومونو ته وښائى چې هغه يو ځل بيا د اِسرائيل او د يهوداه خوارۀ وارۀ خلق راغونډوى او د دُنيا د څلورو واړو سرونو نه يې واپس راولى.</verse>
				<verse number="13">د اِسرائيل حسد به ختم شى او د يهوداه د دشمنانو نام و نشان به ختم شى. اِسرائيل به د يهوداه نه نور نفرت نۀ کوى او نۀ به يهوداه د اِسرائيل سره دشمنى کوى.</verse>
				<verse number="14">هغوئ به په يو ځائ د نمرپرېواتۀ طرف په فلستيانو باندې حمله وکړى او چې د نمرخاتۀ طرف ته کوم خلق اوسيږى نو هغوئ به لوټ کړى. هغوئ به د ادوم او موآب په خلقو باندې فتح حاصله کړى او د عمون خلق به د هغوئ تابعدار شى.</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ به بحرِقُلزم اوچ کړى او هغه به خپل لاس د فرات سيند طرف ته اوچت کړى او يوه ګرمه هوا به راولېږى او د دې نه به اووۀ واړۀ نِهرونه جوړ کړى، چې هغوئ په اوچه زمکه په آسانۍ تېر شى.</verse>
				<verse number="16">هلته چې د هغۀ کوم خپل خلق يعنې بنى اِسرائيليان ژوندى پاتې وى نو د هغوئ دپاره به يو لوئ سړک وى چې د اسور نه به ووځى، هغسې لکه څنګه چې د هغوئ پلار نيکۀ دپاره يوه لار جوړه وه کله چې هغوئ د مِصر نه روان شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.</verse>
				<verse number="2">ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“</verse>
				<verse number="3">په خوشحالۍ سره به تاسو د خلاصون د چشمې نه اوبۀ راوباسئ.</verse>
				<verse number="4">په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ. هغۀ ته د مدد دپاره آواز وکړئ. هغۀ چې څۀ کړى دى نو ټولو قومونو ته ووايئ. هغوئ ته ووايئ چې د هغۀ نوم څومره لوئ دے.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ چې کوم لوئ لوئ کارونه کړى دى نو د هغې په وجه د هغۀ حمد‌و‌ثناء کوئ. او ټولې دُنيا ته دې د دې خبر ورسيږى.</verse>
				<verse number="6">اے د صيون خلقو په اوچت آواز د خوشحالۍ نعرې ووهئ. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ډېر لوئ دے، او هغه د خپلو خلقو په مينځ کښې اوسيږى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">دا د بابل په حقله يو پېغام دے چې د آموص زوئ يشعياه ته څرګند شو.</verse>
				<verse number="2">په اوچت غر د جنګ جنډا اوچته کړه. هغوئ ته چغه ووهه او لاسونو سره اِشاره ورکړه چې راشى او د هغه مغروره ښار په دروازو کښې ورداخل شى.</verse>
				<verse number="3">ما مالِک خُدائ دا فوجيان راغوښتى دى، آو، ما دا تکړه جنګياليان راغوښتى دى چې زما غصه څرګنده کړى، او چې زما لوئى وشى نو هغوئ به خوشحالى وکړى.</verse>
				<verse number="4">په غرونو باندې شور ته غوږ ونيسئ، د خلقو لوئې ګڼې آوازونو ته غوږ ونيسئ، د قومونو او د بادشاهو د خلقو د راغونډېدو آواز ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ ربُ الافواج د جنګ دپاره لښکر تياروى.</verse>
				<verse number="5">هغوئ د لرې لرې مُلکونو او د دُنيا د سرونو نه راځى. دوئ د مالِک خُدائ وسله ده چې د هغۀ غصه څرګنده کړى او هغه ټول مُلک برباد کړى.</verse>
				<verse number="6">ژاړئ او فريادونه کوئ. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده، هغه ورځ رانزدې ده چې په هغه ورځ به قادر خُدائ تباهى راولى.</verse>
				<verse number="7">د هر يو کس لاسونه به کار پرېږدى او ټول خلق به بې‌حوصلې شى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ ټول به ويريږى په دردونو کښې به راګېر شى، داسې دردونه به وى لکه چې د يوې ښځې ماشوم پېدا کيږى. هغوئ به په يره يره کښې يو بل ته ګورى او د يرې په وجه به د هغوئ مخونه زېړ شى.</verse>
				<verse number="9">ګورئ، د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده، د هغۀ د سخت قهر او غصې يوه سخته ورځ راروانه ده. د زمکې نه به بيابان جوړ شى او هر يو ګناهګار به تباه شى.</verse>
				<verse number="10">ټول ستورى او د ستورو قبيلې به ځلېدل بس کړى، نمر چې راخېژى نو دا به تور وى او د سپوږمۍ رڼا به ختمه شى.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د دُنيا د بدۍ له وجې به زۀ دې له سزا ورکړم، او بدعمله خلقو له به د هغوئ د ګناهونو سزا ورکړم. زۀ به د مغرورانو غرور ختم کړم، او د ظالمانو لوئى به خاورې کړم.</verse>
				<verse number="12">زۀ به انسانان د خالص سرو زرو نه زيات ناياب کړم، او خلق به د اوفير د سرو زرو نه هم لږ وى.</verse>
				<verse number="13">په هغه ورځ چې زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج خپله غصه څرګندوم نو زۀ به آسمانونه ولړزوم او زمکه به د خپل ځائ نه وخوځى.</verse>
				<verse number="14">په بابل کښې به خلق داسې منډې وهى لکه چې هوسۍ د ښکاريانو نه منډې وهى يا ګډې د شپون نه بغېر روانې وى، او هغوئ به خپل وطن او خپل قوم ته واپس د تلو کوشش کوى.</verse>
				<verse number="15">هر څوک چې ګېر شى په تُوره به ووهلے شى، او هر څوک چې ونيولے شى نو په تُوره باندې به ووژلے شى.</verse>
				<verse number="16">د هغوئ د سترګو په وړاندې به د هغوئ د بچو نه په وهلو وهلو باندې ساه وويستلے شى او د هغوئ کورونه به لوټ کړے شى او د هغوئ د ښځو سره به په زور زنا وشى.“</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ ميديانيان راپارومه چې په بابل باندې حمله وکړى، ځکه چې هغوئ نۀ د سپينو زرو پرواه ساتى او نۀ هغوئ دپاره سرۀ زر څۀ معنىٰ لرى.</verse>
				<verse number="18">هغوئ به د خپلو غشو او ليندو سره زلمى ووژنى. هغوئ به په تې رَودُونکو ماشومانو او په نورو ماشومانو هيڅ رحم او ترس نۀ کوى.</verse>
				<verse number="19">د ټولو نه ښائسته بادشاهى د بابل ده، د هغې ځائ خلق په بابل باندې فخر کوى. خو مالِک خُدائ به بابل هغه شان تباه کړى لکه څنګه چې يې سدوم او عموره تباه کړى وُو.</verse>
				<verse number="20">هلته به بيا هيڅ څوک هم نۀ اوسيږى. دا به بيا کله هم آباد نۀ شى. نۀ به عرب هلته خېمې لګوى او نۀ به شپانۀ خپلې رَمې ودروى.</verse>
				<verse number="21">دا به يو داسې ځائ وى چرته چې ځنګلى ځناور اوسيږى او چرته چې ګونګا خپلې جالې جوړوى. هلته به شتر‌مرغ اوسيږى او ځنګلى چېلۍ به په هغه کنډرو کښې ټوپونه وهى.</verse>
				<verse number="22">د دې په مينارو او محلونو کښې به د ځنګلى سپو او د ګيدړانو آوازونه وى. د بابل وخت رارسېدلے دے. او د دې وخت تقريباً د ختمېدو والا دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">خو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د يعقوب په اولاد باندې رحم وکړى، او اِسرائيل به بيا خپل غوره شوے قوم وګڼى. هغه به هغوئ واپس راولى چې په خپل مُلک کښې بيا آباد شى او د پردى مُلک خلق به راځى او د هغوئ سره به په اتفاق اوسيږى.</verse>
				<verse number="2">ډېر قومونه به د بنى اِسرائيلو مدد وکړى چې هغوئ خپل هغه مُلک ته واپس راشى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے دے. او هلته به هغه قومونه د وينځو او نوکرانو په توګه د بنى اِسرائيلو خِدمت کوى. کومو خلقو چې په يو وخت کښې بنى اِسرائيليان نيولى وُو نو اوس به بنى اِسرائيليان هغه خلق ونيسى او د بنى اِسرائيلو خلق به په هغه خلقو حکومت کوى چا چې په يو وخت کښې په هغوئ ظلم زياتے کولو.</verse>
				<verse number="3">په هغه ورځ به مالِک خُدائ تاسو له د تکليفونو او پرېشانو نه آرام درکړى او د هغه سخت کار نه به مو خلاص کړى چې د ستاسو نه په زور اخستے شو.</verse>
				<verse number="4">نو تاسو به د بابل بادشاه پورې ټوقې کوئ او وايئ به چې، ”هغه ظالم بادشاه غورزېدلے دے. او د هغۀ غصه ختمه شوې ده.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ د بدعملو طاقت ختم کړے دے او د حکمرانانو اختيار يې مات کړے دے</verse>
				<verse number="6">چا چې به په غصه کښې په خلقو باندې ظلم زياتے کولو او چې هغوئ کوم قومونه فتح کړى وُو نو د هغوئ خِلاف يې هيڅکله ظلم نۀ بس کولو.</verse>
				<verse number="7">نو په آخر کښې به ټوله دُنيا د امن او سکون نه خوند اخلى او هر طرف ته به د خوشحالۍ سندرې وى.</verse>
				<verse number="8">د سبر ونې او د لبنان د دِيار ونې په هغه بادشاه باندې خوشحاله دى چې د چا بادشاهى ختمه شوې ده، ځکه چې داسې څوک نشته چې دا ونې ووهى.</verse>
				<verse number="9">د مړو دُنيا بادشاه ته د پخير راغلې دپاره خپل ځان تياروى. کوم کسان چې په دُنيا کښې طاقتور وُو نو د هغوئ روحونه به بادشاه ته ودريږى. د بادشاهانو روحونه به د هغوئ د تختُونو نه ستا ليدو ته ودريږى.</verse>
				<verse number="10">هغوئ ټول به هغۀ ته آواز وکړى چې تۀ هم زمونږ په شان کمزورے يې. تۀ هم زمونږ په شان يې.</verse>
				<verse number="11">ستا شان او شوکت تا سره ښخ شوے دے، او ستا د بينجو ساز خاموش شوے دے. تۀ د وړو چينجو په بستره ملاست يې او د چينجو په کمبله پټ يې.</verse>
				<verse number="12">اے ځلېدونکى ستوريه، اے د سحر زويه. اوس د آسمان نه راپرېوتے يې. په تېره زمانه کښې تا قومونه فتح کول، خو اوس تۀ په خاوره کښې غورزولے شوے يې.</verse>
				<verse number="13">تا په زړۀ کښې وئيل چې بره آسمان ته به وخېژم او په اوچتو ستورو به خپل تخت ولګوم، په شمال کښې به په هغه غر د يو بادشاه په شان کښېنم چرته چې معبودان راغونډيږى.</verse>
				<verse number="14">تا ووئيل چې پاس وريځو ته به وخېژم او د خُدائ تعالىٰ په شان به شم.</verse>
				<verse number="15">خو تۀ لاندې د مړو د دُنيا هغه د ټولو نه ژورې کندې ته ويشتلے شوے يې.</verse>
				<verse number="16">څوک هم چې تا ووينى نو هغوئ به غور سره تا ته ګورى او سوچ به کوى چې، ولې دا هغه سړے دے چا چې زمکه خوځوله او بادشاهۍ به يې لړزولې؟</verse>
				<verse number="17">ولې دا هم هغه سړے دے چا چې ښارونه تباه کړل او دُنيا يې په بيابان بدله کړه؟ ولې دا هغه سړے دے چې هغۀ هيڅکله هم خپل قېديان نۀ آزادول چې خپلو کورونو ته لاړ شى؟</verse>
				<verse number="18">د دُنيا ټول بادشاهان په خپلو ښائسته ښائسته قبرونو کښې پراتۀ دى،</verse>
				<verse number="19">ستا خو قبر هم نشته او لاش دې لکه د بې‌کاره څانګې په شان بهر غورزولے شوے دے. ستا لاش د فوجيانو په هغه لاشونو کښې پټ دے کوم چې په جنګ کښې وژلے شوى دى. او تۀ د هغوئ سره د کاڼو يوې کندې ته غورزولے شوے يې او د پښو لاندې کړے شوے يې.</verse>
				<verse number="20">ستا جنازه به د نورو بادشاهانو په شان عزت سره نۀ کيږى، ځکه چې تا خپل مُلک تباه کړے دے او خپل خلق دې وژلى دى. د بدعمله کس اولاد به هيڅکله هم د عزت سره نۀ ياديږى.</verse>
				<verse number="21">د دې سړى زامن ووژنئ، پرېږدئ چې د هغوئ د پلار نيکۀ د ګناه په وجه مړۀ شى. داسې نۀ وى چې هغوئ بيا په دُنيا باندې فتح حاصله کړى او دُنيا د هغوئ د ښارونو نه ډکه شى.“</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ پخپله د بابل خلاف راوچت شوے يم. زۀ به د دوئ اولاد تباه او برباد کړم. ما، مالِک خُدائ دا وئيلى دى.</verse>
				<verse number="23">بابل به زۀ په نمژنه زمکه بدل کړم او هلته به ګونګا مارغان اوسيږى. زۀ به په بابل باندې داسې جارُو ووهم چې هغه به د ځان سره هر څۀ جارُو کړى. زۀ، مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا اعلان کوم.“</verse>
				<verse number="24">مالِک خُدائ ربُ الافواج دا قسم کړے دے، ”ما چې کومه منصوبه جوړه کړې ده نو هغه به پوره شى. ما چې د څۀ اراده کړې ده نو هغه به کيږى.</verse>
				<verse number="25">زۀ به په خپل مُلک اِسرائيل کښې اسوريان تباه کړم او زۀ به هغوئ په خپلو غرونو کښې د پښو لاندې کړم. د هغوئ جغ به زما د خلقو نه اخوا شى او بوج به د هغوئ د اوږو نه اوچت شى.</verse>
				<verse number="26">د ټولې دُنيا دپاره دا زما منصوبه ده او ما خپل لاس د ټولو قومونو خلاف اوچت کړے دے.“</verse>
				<verse number="27">مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فېصله کړې ده، نو څوک دا رد کولے شى؟ هغۀ خپل لاس اوچت کړے دے، څوک دا رايسارولے شى؟</verse>
				<verse number="28">دا پېغام په هغه کال باندې راغلے وو په کوم کال چې احاز بادشاه مړ شو.</verse>
				<verse number="29">اے فلستيانو، په دې باندې خوشحالېږئ مۀ چې په کومه چوکه به تاسو وهل خوړل هغه ماته شوې ده، ځکه چې د دغه مار نه به زيات زهرژن مار پېدا شى، يوه داسې اژدها چې تاسو به تباه کړى.</verse>
				<verse number="30">غريبانان به خوراک وکړے شى او ضرورتمند به په محفوظ ځائ کښې آرام وکړے شى. خو ستاسو بېخ به د سخت قحط سره ختم کړم او چې کوم ژوندى پاتې شى هغوئ به تباه کړم.</verse>
				<verse number="31">اے د ښار دروازو ژاړئ. اے ښاره ماتم کوه. اے فلستيانو د يرې نه رپېږئ. د شمال طرف نه د لوږى په شان وريځ راروانه ده، دا د داسې فوجيانو لښکر دے چې په صفونو کښې يې يو بُزدل هم نشته.</verse>
				<verse number="32">د فلستيه نه چې کوم پېغام وړُونکى مونږ له راځى نو هغوئ له څۀ جواب ورکړُو؟ مونږ به ورته وايو چې مالِک خُدائ صيون د دې دپاره محفوظ کړے دے، چې د هغۀ په خلقو کښې مظلومان هلته پناه واخلى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">دا پېغام د موآب په حقله دے. په يوه شپه د موآب ښار عار تباه شوے دے. په يوه شپه د موآب ښار قير تباه شوے دے.</verse>
				<verse number="2">د ديبون خلق غر ته ختلى دى چې په خپله عبادتخانه کښې ژړا وکړى. د موآب خلق به د نبو او ميدبا په ښارونو د خفګان نه ژړا کوى، هغوئ د خفګان نه خپل سرونه او ږيرې کلې کړې دى.</verse>
				<verse number="3">په لارو کوڅو کښې خلقو د ټاټ جامې اغوستې دى، د ښار په چوکونو کښې او د کورونو په چتونو باندې خلق ژړا او ماتم کوى.</verse>
				<verse number="4">د حسبون او اِلى‌عالى خلق په ژړا دى او د هغوئ ژړا تر يهض پورې اورېدے شى. د موآب فوجيان په يره کښې نعرې وهى، او هغوئ بې‌حوصلې شوى دى.</verse>
				<verse number="5">زما زړۀ د موآب دپاره ژاړى. خلق د ضُعر ښار او عجلت‌شليشياه ښار ته تښتېدلى دى. خلق په ژړا کښې د لوحيت په طرف خېژى، هغوئ د حورونايم په لار په چغو چغو ژاړى.</verse>
				<verse number="6">د نِمريم اوبۀ اوچې شوې دى او د دې واښۀ اوچ شوى دى ټول شينکے ختم شوے دے او يو شين بوټے هم پاتې نۀ دے.</verse>
				<verse number="7">نو په دې وجه خلق د خپل ټول مال دولت او سامان سره خاروَلو د وادۍ نه تېريږى.</verse>
				<verse number="8">د موآب د حد ټولو پولو سره د ژړا آوازونه راتمبيږى. دا ژړا د اجلائم او بير ايليم په ښارونو کښې اورېدلے شى.</verse>
				<verse number="9">د ديبون ښار سره سيند په وينه باندې سور دے او خُدائ پاک به د هغه ځائ په خلقو باندې د هغې نه هم زيات مصيبت راولى. ازمرى به په هغوئ حمله وکړى چې څوک د موآب نۀ بچ وتې وى او په هغوئ هم څوک چې لا په مُلک کښې وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">د سلع نه د مُلک حکمران ته په کلنګ کښې ګډُورى ورولېږه. دا د صحرا په لاره د صيون لور غرۀ ته ورولېږه.</verse>
				<verse number="2">د موآب ښځې د ارنون سيند په غاړه باندې د هغه مارغانو په شان دى چې د جالې نه شړلے شوى وى.</verse>
				<verse number="3">هغوئ ژاړى او وائى، ”زمونږ مدد وکړئ، زمونږ دشمنانو نه زمونږ حِفاظت وکړئ. د هغوئ د حملې نه مونږ بچ کړئ. اوس چې مونږ راتښتېدلى يُو نو مونږ سره دوکه مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="4">زمونږ مهاجر پرېږدئ چې ستاسو په مُلک کښې ايسار شى. څوک چې هغوئ تباه کول غواړى هغوئ نه ورله پناه ورکړئ.“ ظلم زياتے او تباهى به ختم شى او څوک چې د نقصان رسولو کوشش کوى نو هغوئ به مخ د زمکې نه ورک شى.</verse>
				<verse number="5">بيا به د داؤد د اولاد يو کس بادشاه شى او هغه به په وفادارۍ او مينې سره په خلقو باندې حکومت کوى. هغه به په صحيح کار کولو کښې تېزى کوى او ګورى به چې د اِنصاف نه کار اخستے شوے دے.</verse>
				<verse number="6">مونږ د موآب د غرور په حقله اورېدلى دى. هغوئ مغروره، کبرژن، خود غرضه او سپين سترګې دى. خو د هغوئ لاپې عبث دى.</verse>
				<verse number="7">د موآب خلق په خپل حال باندې ژاړى، هغوئ په سلګو سلګو د قير‌حراست ښار کشمش يادوى، د هغوئ حالت بدترين دے.</verse>
				<verse number="8">د حسبون پټى او د سبماه د انګورو باغونه تباه شوى دى، دا د انګورو هغه باغونه وُو چې د شرابو سره به يې د قومونو حکمرانان نشه کېدل. په يو وخت کښې د يعزير ښار پورې او په صحرا کښې نمرخاتۀ طرف ته او نمرپرېواتۀ طرف ته د مړ درياب بلې غاړې پورې د دې څانګې رسېدلې دى.</verse>
				<verse number="9">خو اوس زۀ د سبماه د انګورو باغونو دپاره هم هغه شان ژاړم لکه څنګه چې د يعزير دپاره ژاړم. د حسبون او اِلى‌عالى دپاره زما اوښکې توئيږى، ځکه چې د فصل لَو نۀ کيږى چې خلق ورسره خوشحاله شى.</verse>
				<verse number="10">د باغونو نه خندا او خوشحالى غېبه شوې ده. د انګورو په باغونو کښې يو کس هم آوازونه نۀ کوى او نۀ سندرې وائى. هيڅ څوک هم انګور نۀ چخڼى کوى چې رس ترېنه وباسى، ولې چې ما د خندا نعرې ختمې کړې دى.</verse>
				<verse number="11">زړۀ مې لکه د رباب په ساز کښې د موآب د غمه چوى، او زما زړۀ د قير‌حراست دپاره غمژن دے.</verse>
				<verse number="12">د موآب خلق هسې خپل ځانونه ستړى کوى او هغوئ په غرونو باندې زيارتونو او خپلو عبادتخانو ته د سوال دپاره ځى، دا به دوئ له هيڅ فائده ورنۀ کړى.</verse>
				<verse number="13">دا هغه پېغام وو چې مالِک خُدائ د موآب په حقله مخکښې ورکړے وو.</verse>
				<verse number="14">او اوس مالِک خُدائ فرمائى، ”پوره په درې کاله کښې به د موآب لوئ مال دولت ختم شى. او د دې د ډېرو خلقو نه به صرف يو څو ژوندى پاتې شى، او هغوئ به ډېر کمزورى وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">دا د دمشق په حقله پېغام دے، ”د دمشق ښار به تباه شى، او دا به تش د کنډرو يو ډېرے پاتې شى.</verse>
				<verse number="2">د عروعير ښارونه به د همېشه دپاره په کنډرو بدل شى. دا به د ګډو او څاروو دپاره د څرن زمکه وګرځى، چې هيڅ څوک به يې ترې نه نۀ شړى.</verse>
				<verse number="3">د اِسرائيل پاخۀ ښارونه به تباه شى او د دمشق بادشاهى به ختمه شى. کوم شاميان چې ژوندى پاتې وى نو هغوئ به د بنى اِسرائيلو په شان د شرم سره مخ شى. ما مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="4">په هغه ورځ به د اِسرائيل دبدبه ختمه شى او د دې مالدارى به په غريبۍ بدله شى.</verse>
				<verse number="5">اِسرائيل به د يو داسې پټى په شان وى چې غله ترې نه رېبلے شوې او راغونډه کړے شوې وى، دا به داسې وى لکه چې د رفائيم په وادۍ کښې يو پټے شاړ پروت وى او چې د دې نه هر څۀ وړلے شوى وى.</verse>
				<verse number="6">خو صرف يو څو کسان به پاتې شى او اِسرائيل به د زيتُونو د داسې ونې په شان وى چې د هغې نه ټول زيتون راټول کړے شوى وى خو صرف دوه درې دانې يې په آخرى سر باندې او يا يو څو يې په لاندې څانګو کښې پاتې وى. ما مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائيلى دى.“</verse>
				<verse number="7">په هغه وخت به خلق په خپل خالِق بهروسه کوى، او هغوئ به د بنى اِسرائيلو په مقدس ذات منحصر وى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ چې په خپلو لاسونو کومې قربان‌ګاه جوړې کړې دى هغوئ به په دې باندې نور يقين نۀ ساتى، او د اشيرې بُت په نښو او د خوشبودارو مصالحو سوزولو په قربان‌ګاه باندې به يې اعتبار ختم شى.</verse>
				<verse number="9">په هغه وخت به د هغوئ پاخۀ ښارونه شاړ او ويجاړ شى او د هغه ښارونو په شان به په کنډرو بدل شى لکه څنګه چې حِويانو او اموريانو په هغه وخت کښې پرېښى وُو چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه تښتېدل.</verse>
				<verse number="10">افسوس، تاسو خپل د خلاصون خُدائ پاک هېر کړے دے او هغه مضبوط ګټ درته نۀ دے ياد چې تاسو پرې پناه اخستے شئ. خو تاسو د پردى مُلک د معبود د عبادت دپاره ښائسته باغونه کَرلى دى.</verse>
				<verse number="11">خو چې کله تاسو کَرلى وى نو کۀ هم په هغه سحر دا غوټۍ او ګلونه هم شى، نو هيڅ پېداوار به يې نۀ وى. تشه بيمارى او لاعلاجه درد به درته ملاويږى.</verse>
				<verse number="12">بې‌شمېره قومونه د سمندر د شور په شان شور کوى، هغوئ داسې شور کوى لکه چې لوئې لوئې چپې په خپلو کښې جنګيږى.</verse>
				<verse number="13">اګر کۀ هغوئ د سمندر د تېزو چپو په شان شور کوى، خو خُدائ پاک به هغوئ خاموش کړى او هغوئ به وتښتى. هغوئ به داسې تښتى لکه څنګه چې هوا بوس زغلى، يا څنګه چې دوړې په طوفان کښې الوځى.</verse>
				<verse number="14">په ماښام کښې به اِسرائيل سخت ويريږى، خو تر سحره به د هغوئ ټول دشمنان مړۀ وى. دا به د هغوئ قسمت او اَنجام وى چې څوک زمونږ د لوټ کولو کوشش کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">په هغه مُلک افسوس په کوم کښې چې د وزر آواز اورېدلے شى، او چرته چې د ايتهوپيا سيندونه بهيږى.</verse>
				<verse number="2">د هغه مُلک نه د نيل درياب ته سفيران په داسې کشتو کښې ځى چې د لوخو نه جوړې وى. اے تېزو پېغام وړونکو، ځئ. هغه لوړو لوړو او د هوارې څرمنې خلقو له پېغام يوسئ د چا نه چې ټوله دُنيا يريږى، هغه مضبوط او جنګيالى قوم له پېغام يوسئ، د چا مُلک چې په سيندونو باندې تقسيم دے.</verse>
				<verse number="3">څوک چې په زمکه اوسيږى نو هغوئ ټول دا واورئ. هغه نښې ته وګورئ چې د غرونو په سرونو به ښکاره شى. او چې بيګل غږيږى نو غوږ ورته ونيسئ.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”زۀ به خپل د استوګنې ځائ نه په خاموشۍ سره ګورمه. خو زما دا خاموشى به داسې وى لکه د تکڼې غرمې د شُغلې په شان يا د لَو په وخت د سحر د پرخې په شان.“</verse>
				<verse number="5">د انګورو راټولولو نه مخکښې، کله چې دا ټول ګلونه وغورزوى او انګور په پخېدو وى، نو مالِک خُدائ به حبشيان داسې په آسانۍ سره تباه کړى لکه چې د بوټو قينچيانې د انګورو د بوټى نه څانګې پرې کوى.</verse>
				<verse number="6">د هغوئ د فوجيانو لاشونه به مارغانو او ځنګلى ځناورو ته پراتۀ وى. په اوړى کښې به هغوئ د مارغانو خوراک وى او په ژمى کښې به د ځناورو خوراک وى.</verse>
				<verse number="7">يو وخت به هغه مضبوط او جنګيالى قومونه چې اوچت او هوارې څرمنې دى، د چا نه چې ټوله دُنيا يريږى مالِک خُدائ ربُ الافواج ته به د هغه مُلک نه نذرانې راوړى، کوم مُلک چې په سيندونو باندې تقسيم شوے دے. هغوئ به د صيون ښار ته راشى، چرته چې مالِک خُدائ ربُ الافواج استوګنه کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">دا پېغام د مِصر په حقله دے. ګورئ، مالِک خُدائ مِصر ته د تېزې وريځې دپاسه راروان دے. د مِصريانو بُتان د هغۀ په وړاندې لړزيږى او د مِصر خلق خپله حوصله بائيلى.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى.</verse>
				<verse number="3">مِصريان به حوصله بائيلى او زۀ به د هغوئ منصوبې ګډې وډې کړم. هغوئ به د بُتانو، د مړو د روحونو والا نه او فالګرو نه مشورې اخلى.</verse>
				<verse number="4">زۀ به مِصر يو ظالم مالِک ته حواله کړم، يو طاقتور بادشاه به په هغوئ حکومت کوى. ما مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“</verse>
				<verse number="5">د نيل په درياب کښې به اوبۀ کمې شى او درياب به مکمل اوچ شى.</verse>
				<verse number="6">کله چې د درياب نِهرونه په کمېدو شى او اوچيږى نو د دې نه به خراب بوئ ځى. لوخې او جاړې به اوچې شى،</verse>
				<verse number="7">او د نيل درياب په غاړه چې څومره بوټى دى هغه به اوچ شى. او د درياب سره نزدې ټول کَرلے شوى پټى به اوچ شى او په هوا کښې به والوځى.</verse>
				<verse number="8">ماهيګر به فرياد کوى او ژاړى به، د کُنډو او د جالونو والا به غمژن وى.</verse>
				<verse number="9">جولاګان او څوک چې د لټې جامې جوړوى به نااُميده وى.</verse>
				<verse number="10">د کپړې جوړوونکى به سخت مايُوسه وى، او ټول کاريګر به پرېشانه وى.</verse>
				<verse number="11">د ضُعن ښار مشران کم عقل دى. د مِصر د بادشاه ښۀ هوښيار مشيران کم عقلې مشورې ورکوى. چې تاسو دا جرأت څنګه کولے شئ چې فِرعون بادشاه ته ووايئ چې، ”مونږ عالمانو شاګردان او د پخوانو بادشاهانو اولاد وُو.“</verse>
				<verse number="12">اے د مِصر بادشاه، ستا هغه هوښيار مشيران چرته دى؟ هغوئ دې معلوم کړى او تا ته دې ووائى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د مِصر دپاره څۀ منصوبې لرى.</verse>
				<verse number="13">د ضُعن مشران کم عقل دى او د ميمفِس مشرانو دوکه خوړلې ده. دغه مشرانو مِصر بې‌لارې کړے دے.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ هغوئ کم عقل کړى دى، نو د هغوئ ټولې مشورې غلطې دى. هغوئ مِصر داسې ګډ وډ کړے دے لکه چې يو شرابى په نشه کښې په خپلو اولټو کښې ښوئيږى.</verse>
				<verse number="15">او مِصر به هيڅ هم نۀ شى کولے، کۀ مشر وى او کۀ کشر، کۀ لوئ وى او کۀ وړوکے.</verse>
				<verse number="16">په هغه ورځ به مِصريان د ښځو په شان کمزورى وى. چې مالِک خُدائ ربُ الافواج هغوئ له د سزا ورکولو دپاره لاس اوچت کړى نو هغوئ به د يرې نه ولړزيږى.</verse>
				<verse number="17">او د يهوداه مُلک په وجه به په مِصريانو باندې يره راشى، هر چا ته چې د يهوداه نوم واخستلے شى نو هغه به ويريږى، دا د هغه منصوبې په وجه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغوئ خِلاف تياره کړې ده.</verse>
				<verse number="18">په هغه وخت کښې به د مِصر په پينځو ښارونو کښې عبرانى ژبه وئيلے شى. د هغه ځائ خلق به د مالِک خُدائ ربُ الافواج په نوم د وفادارۍ قسمونه کوى. په هغه ښارونو کښې به د يو ښار نوم ”د نمر ښار“ وى.</verse>
				<verse number="19">په هغه وخت کښې به د مِصر د مُلک په مينځ کښې د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه وى او د مِصر په سرحد باندې به د کاڼى يو يادګار وى چې هغۀ ته وقف شوے وى.</verse>
				<verse number="20">دا به په مِصر کښې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د موجودګۍ نښې وى. کله چې هلته د خلقو سره ظلم زياتے کيږى او د مدد دپاره مالِک خُدائ ته آواز وکړى، نو هغه به د هغوئ د بچ کولو دپاره خلاصونکے ورلېږى.</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ به د مِصر خلقو ته خپل ځان څرګند کړى او هغوئ به يې قبول کړى او د هغۀ عبادت به کوى او هغۀ ته به قربانۍ او نذرانې پېش کوى. هغوئ به د هغۀ سره پاخۀ لوظونه وکړى او خپلې وعدې به ورسره پوره کوى.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ به مِصريانو له سزا ورکړى، خو هغه به يې بيا روغ کړى. هغوئ به هغۀ ته راوګرځى او هغه به د هغوئ سوال قبول کړى او هغوئ به روغ کړى.</verse>
				<verse number="23">په هغه وخت کښې به د مِصر او اسور په مينځ کښې يوه لويه لار وى. او د دواړو مُلکونو خلق به د يو بل مُلک ته ځى راځى او د مِصر او اسور قومونه به په يو ځائ عبادت کوى.</verse>
				<verse number="24">په هغه وخت کښې به بنى اِسرائيل د مِصر او اسور سره ملګرے شى او دا درې واړه قومونه به د ټولې دُنيا دپاره د برکت سبب جوړ شى.</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ ربُ الافواج به دې قومونو له برکت ورکړى او ووبه فرمائى، ”اے مِصريانو، زما خلقو، اے اسوريانو، تاسو ما پېدا کړى يئ، اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما غوره شوى خلق يئ نو تاسو له زۀ برکت درکوم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">په کوم کال چې د اسور د بادشاه د سرجون په حُکم د اسوريانو د لښکر فوجى مشر په اشدود ښار باندې حمله وکړه او دا يې قبضه کړو،</verse>
				<verse number="2">په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د آموص زوئ يشعياه ته فرمائيلى وُو چې هغه څپلۍ او د ټاټ هغه جامې وباسى کومې چې هغۀ اغوستې وې. نو هغۀ دا حُکم ومنلو او بربنډ او بغېر د څپلو نه روان شو.</verse>
				<verse number="3">نو بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما خِدمت کوونکے يشعياه درې کاله بربنډ او بغېر د څپلو نه ګرځېدلے دے. دا د هغې نښه ده چې په مِصر او ايتهوپيا باندې به څۀ کيږى.</verse>
				<verse number="4">د اسور بادشاه چې د دې دوو مُلکونو نه قېديان نيولى دى نو هغوئ به بربنډ بوځى. زلمى او بوډاګان به د څپلو نه بغېر او بربنډ روان وى، د هغوئ کوناټى به ښکارى، دا به د مِصر دپاره د شرم خبره وى.</verse>
				<verse number="5">چا چې په ايتهوپيا باندې يقين ساتلے وى او په مِصر باندې يې لافې وهلې وى نو هغوئ به مايوسه شى او وبه شرميږى.</verse>
				<verse number="6">کله چې هغه وخت راشى نو کوم خلق چې د فلستيه د سمندر په غاړه اوسيږى نو هغوئ به ووائى، وګورئ، په هغه خلقو څۀ وشول چې په چا باندې مونږ دا يقين کولو چې مونږ به د اسور د بادشاه نه بچ کړى. خو اوس زمونږ دپاره د خلاصى لار هم نشته.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">دا پېغام د بابل په حقله دے، چې درياب سره په صحرا کښې دے. لکه څنګه چې په صحرا کښې تاوېدونکے باد چليږى دغه شان به افت د صحرا نه راشى، او يروونکے مُلک به درباندې حمله وکړى.</verse>
				<verse number="2">ما د خرابو حالاتو په حقله يوه رويا يعنې د وېښې خوب ليدلے دے، ما وکتل چې دوکه باز دوکې کوى او تباه کار تباهى کوى. اے د عيلام لښکره، حمله وکړه. اے د مادى لښکره، ښار محاصره کړه. د بابل په وجه چې کوم مصيبت راغلے دے نو خُدائ پاک به هغه ختم کړى.</verse>
				<verse number="3">نو په دې وجه زۀ د يرې او درد سره مخ شوے يم، او دا درد داسې دے لکه چې ښځه يې د ماشوم د پېدا کولو په وخت لرى. زۀ چې څۀ اورم نو په ما بد لګى او چې څۀ ګورم نو يرېږم.</verse>
				<verse number="4">زما زړۀ درزيږى او رپېږم. اول به ماښام په ما ډېر ښۀ لګېدو خو اوس د تيارې نه زۀ يرېږم.</verse>
				<verse number="5">ګورم چې لوئ خوراک تياريږى، د خلقو د کښېناستو دپاره قالينونه غوړېدلى دى. هغوئ خوراک څښاک کوى، ”پاڅئ، اے آفسرانو، خپل ډالونه تيار کړئ.“</verse>
				<verse number="6">بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”لاړ شه او يو محافظ ودروه او هر څيز چې هغه ګورى نو د هغې خبر به راوړى.</verse>
				<verse number="7">چې څنګه هغه دؤو آسونو والا جنګى ګاډۍ وګورى يا په خرونو او اوښانو باندې سوارۀ کسان ووينى، نو هغه دې ښۀ بېدار اوسى.“</verse>
				<verse number="8">بيا څوکيدار آواز وکړو، ”مالِکه خُدايه، زۀ په خپل ځائ باندې د څوکيدارۍ دپاره شپه او ورځ ولاړ يم.</verse>
				<verse number="9">اوس وګورئ، د دؤو آسونو والا جنګى ګاډۍ راروانه ده چې يو سړے پکښې سور دے.“ څوکيدار ووئيل، ”بابل ختم شوے دے. د بابل ټول بُتان ټوټې ټوټې شوى دى او په زمکه باندې خوارۀ وارۀ پراتۀ دى.“</verse>
				<verse number="10">اے زما خلقو، تاسو د غنمو په شان په درمند باندې غوبل شوى يئ، خو اوس زۀ تاسو ته يو ښۀ زېرے اوروم چې ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج نه اورېدلے دے، چې هغه د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="11">دا پېغام د ادوم په حقله دے. د ادوم نه ما ته چا آواز وکړو، ”څوکيداره، دا شپه به کله تېريږى؟ سحر ته څومره وخت پاتې دے؟“</verse>
				<verse number="12">نو ما جواب ورکړو، ”سحر راتلونکے دے، خو شپه به بيا راځى. کۀ تۀ بيا تپوس کول غواړې، نو بيا راشه او تپوس وکړه.“</verse>
				<verse number="13">دا پېغام د عربو په حقله دے. اے د ددان قافِلو، د عربو په شاړ مُلک کښې شپه تېره کړئ.</verse>
				<verse number="14">اے د تيما خلقو، کوم خلق چې تږى دى نو هغوئ له اوبۀ ورکوئ. او مهاجرو له خوراک ورکوئ،</verse>
				<verse number="15">ځکه چې هغوئ د تُورو نه تښتى، او د داسې خلقو نه چې تُوره په لاس او تير کمان په غاړه د هغوئ سره سخت جنګېدلى وى.</verse>
				<verse number="16">بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”پوره په يو کال کښې دننه دننه به د قيدار شان او شوکت ختم شى.</verse>
				<verse number="17">د قيدار صرف يو څو غشى او لينده چلوونکى سړى به پاتې شى. ما مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائيلى دى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">دا پېغام د رويا د وادۍ د يروشلم په حقله دے. څۀ شوى دى؟ دا ټول خلق ولې د کورونو چتونو ته د خوشحالۍ دپاره خېژى؟</verse>
				<verse number="2">ټول ښار بې‌قراره دے او د شور شرابې نه ډک دے. ستاسو مړى په تُوره نۀ دى قتل کړے شوى او نۀ په مېدانِ جنګ کښې مړۀ دى.</verse>
				<verse number="3">ستاسو ټول مشران وتښتېدل او هغوئ لا يو غشے هم نۀ وو ويشتلے چې ونيولے شول. باقى خلقو هم د تښتېدو کوشش وکړو خو هغوئ هم قېد کړے شول.</verse>
				<verse number="4">ځکه ما ووئيل، ”ما پرېږده چې په چغو چغو وژاړم. ما له د تسلۍ راکولو کوشش مۀ کوئ. ما پرېږدئ چې د خپلو خلقو دپاره وژاړم، زۀ ګورم چې هغوئ تباه کيږى.“</verse>
				<verse number="5">په حقيقت کښې مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا وخت راوستے دے. د رويا په وادۍ کښې ګډوډى ده، خلق هيبتناکې منډې وهى او د هغوئ د ژړا چغې غرونو ته رسى.</verse>
				<verse number="6">د عيلام د مُلک نه په آسونو سوارۀ فوجيان راغلل، چې کمان او غشى ورسره وُو. او د قير د مُلک فوجيانو خپل ډالونه راخستى وُو.</verse>
				<verse number="7">د يهوداه بهترينې واديانې د جنګى ګاډو نه ډکې وې، په آسونو سوارۀ فوجيان د يروشلم د دروازو په مخکښې حملې دپاره ولاړ وُو.</verse>
				<verse number="8">يهوداه چې د خپل تحفُظ دپاره څومره بندوبست کړے وو هغه ختم شوے دے. په هغه ورځ تاسو څۀ وکړل؟ په هغه وخت کښې تاسو په هغه وسله باندې بهروسه وکړه کومه چې د ځنګل کور نومې ځائ کښې ساتلے شوې وه.</verse>
				<verse number="9">په يروشلم کښې تاسو د هغه ځايونو جائزه واخسته چرته چې دېوالونو مرمت غوښتو. تاسو په يروشلم کښې د ټولو کورونو معائنه وکړه او څۀ کورونه مو د دې دپاره راغورزول چې د ښار د دېوالونو د مرمت کولو دپاره ترې نه کاڼى واخلئ. د اوبو جمع کولو دپاره،</verse>
				<verse number="10"></verse>
				<verse number="11">تاسو د ښار د دېوالونو په مينځ کښې د هغه اوبو رايسارولو دپاره تالاب جوړ کړو کومې اوبۀ چې د زوړ ډنډ نه رابهېدلې. خو تاسو خُدائ پاک ته هيڅ توجو ونۀ کړه، چې هغۀ ډېر د پخوا نه د دې هر څۀ منصوبه جوړه کړې وه او هغۀ داسې وکړل.</verse>
				<verse number="12">بيا مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج تاسو ته آوازونه کول چې ژړا او ماتم کوئ، خپل سرونه کل کړئ او د ټاټ جامې واغوندئ.</verse>
				<verse number="13">خو د هغې په ځائ، تاسو خندا او خوشحالى کوله. تاسو څاروى او ګډې حلالې کړې چې وې خورئ او تاسو مے څښل. تاسو وئيل، ”مونږ له ښۀ خوراک څښاک په کار دے، ځکه چې سبا به مړۀ يُو.“</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ ربُ الافواج په خپله ما سره خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې چې تاسو ژوندى يئ نو دا بد عمل به درته هيڅکله معاف نۀ شى. ما، مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج ما ته وفرمائيل چې، ”شبناه له لاړ شه، چې هغه د شاهى خاندان اِنتظام کوونکے دے او هغۀ ته ووايه،</verse>
				<verse number="16">تۀ دلته څۀ کوې؟ تا له دلته د خپل قبر جوړولو اجازت چا درکړے دے؟ تۀ څوک يې چې دلته به د ځان دپاره په اوچت ځائ کښې مزار جوړ کړې او په ګټ کښې د ځان دپاره قبر جوړ کړې؟</verse>
				<verse number="17">اے سړيه، مالِک خُدائ به دې راونيسى او لرې به دې وغورزوى.</verse>
				<verse number="18">هغه به تا د پنډوسکى په شان ګول مول کړى او يو بل لوئ مُلک ته به دې وغورزوى. او تۀ به هلته مړ شې، او ستا ښائسته جنګى ګاډۍ به هم هلته پرتې وى. ولې چې تۀ د خپل نېک د خاندان دپاره د بې‌عزتۍ سبب جوړ شوے يې.</verse>
				<verse number="19">مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا د خپلې عُهدې نه لرې کړم او د خپل اوچت مقام نه به دې راکوز کړم.</verse>
				<verse number="20">په هغه ورځ به زۀ خپل خِدمتګار د خِلقياه زوئ اِلياقيم راوغواړم.</verse>
				<verse number="21">زۀ به هغۀ ته ستا سرکارى چُوغه او کمربند ورواچوم او تا چې کوم اختيارات لرل نو هغه ټول به هغۀ له ورکړم. هغه به د يروشلم او د يهوداه د خلقو د پلار په شان وى.</verse>
				<verse number="22">زۀ به هغۀ له د داؤد د خاندان چابيانې ورکړم. چې کومه دروازه هغه کولاو کړى هغه به څوک بندولے نۀ شى او چې کومه دروازه هغه بند کړى هغه به څوک کولاولے نۀ شى.</verse>
				<verse number="23">زۀ به هغۀ يوه لويه مرتبه ورکړم لکه څنګه چې په دېوال کښې مېخ کلک لګېدلے وى، او دا به د هغۀ د خاندان دپاره د عزت سبب وګرځى.</verse>
				<verse number="24">بيا به د هغۀ د پلار د خاندان ټول وزن په هغۀ باندې راځوړند شى. او د هغۀ ټول اولاد او خپلوان به د لوښو په شان د وړې پيالۍ نه واخله تر غټ مرتبان پورې به دې مېخ پورې راځوړند وى.</verse>
				<verse number="25">ربُ الافواج وفرمائيل، يو وخت به راشى چې دا کلک لګېدلے مېخ به راوغورزيږى او چې په دې باندې څۀ هم راځوړند وى نو هغه به مات شى. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">دا پېغام د صور په حقله دے. اے د ترسيس سمندرى جهازونو وژاړئ. ځکه چې په صور کښې قلعه او کورونه تباه دى، په قبرص کښې چې تاسو کومه خبره اورېدلې وه هغه رښتيا ده.</verse>
				<verse number="2">اے د سمندر د غاړې اوسېدونکو ماتم وکړئ. اے د صيدا سوداګرو، تاسو ماتم وکړئ. ستاسو تاجران به د سمندر نه تېرېدل</verse>
				<verse number="3">او په ژورو اوبو کښې به يې سفر کولو او د مِصر غله به يې تاسو له رارسوله، ولې چې تاسو به د نيل د درياب د غاړې نه ګټه اخستله او دغه شان تاسو د ټولو قومونو دپاره د تجارت مرکز وے.</verse>
				<verse number="4">خو اوس تۀ شرمېدلے يې، اے د صيدا ښاريې. د سمندر قلعه بند ښار صور وائى، ”زۀ بې‌بچو يمه، زما هيڅ زامن او لوڼه نشته.“</verse>
				<verse number="5">کله چې مِصريانو ته د صور خبر مِلاو شى نو هغوئ به په غم اخته شى.</verse>
				<verse number="6">اے د سمندر د غاړې خلقو، تاسو د خفګان نه وژاړئ. او ترسيس ته د تښتېدو کوشش وکړئ.</verse>
				<verse number="7">آيا دا ستاسو خوشحاله ښار دے کوم چې ډېر د پخوا نه آباد دے؟ آيا دا هغه ښار دے چې خپل اوسېدونکى يې لرې مُلکونو ته ولېږل چې کورونه جوړ کړى.</verse>
				<verse number="8">په صور باندې دا افت چا راوستے دے، هغه صور ښار چې به يې بادشاهتونه جوړول؟ د هغې سوداګر شهزادګان وُو او د هغې تاجران عزتمند ګڼلے شول.</verse>
				<verse number="9">خو دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج منصوبه وه چې هغه به ټول د شان او شوکت والا خلق سپک کړى، او عزتمند کسان به وشرموى.</verse>
				<verse number="10">اے د ترسيس خلقو، د خپلې علاقې نه خوارۀ شئ لکه څنګه چې د نيل درياب د غاړو نه اوړى. نور تاسو پابند نۀ يئ.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ په سمندر باندې لاس اوچت کړے دے او بادشاهۍ يې لړزولې دى. هغۀ حُکم کړے دے چې ستاسو قلعې دې تباه شى.</verse>
				<verse number="12">هغۀ وفرمائيل، ”اے د صيدا خلقو، ستاسو خوشحالى ختمه شوې ده او ستاسو خلقو سره ظلم زياتے شوے دے. کۀ هغوئ قبرص ته هم وتښتى، نو آرام به ورته مِلاو نۀ شى.“</verse>
				<verse number="13">د بابل مُلک ته وګورئ. د دې مُلک خلق برباد شوى دى. اسوريانو د هغوئ مُلک د ځنګلى ځناور کور جوړ کړے دے. اسوريانو د محاصرې برجونه جوړ کړل او د هغوئ قلعې يې بربادې کړې. او د ملبې ډېرے يې ترېنه جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="14">اے د ترسيس سمندرى جهازونو د خفګان نه وژاړئ. ولې چې ستاسو قلعه تباه شوې ده.</verse>
				<verse number="15">يو داسې وخت راروان دے چې صور به اويا کاله دپاره هېر کړے شى، چې اويا کاله د يو بادشاه د عُمر برابر وى. کله چې هغه کالونه ختم شى، نو صور به بحال شى لکه څنګه چې سندره د کنجرې په حقله وئيلے شى،</verse>
				<verse number="16">”اے غريبې هېرې شوې کنجرې. خپله بينجو واخله او په ښار کښې وګرځه، ساز غږوه او خپلې سندرې بيا بيا وايه، نو چې داسې يو ځل بيا ياده کړے شې.“</verse>
				<verse number="17">کله چې هغه اويا کاله تېر شى، نو مالِک خُدائ به صور له موقع ورکړى چې هغه بيا د کنجرې په شان پخوانے کاروبار شروع شى او د صور لېن دېن به د زمکې په مخ د ټولو بادشاهتونو سره وى.</verse>
				<verse number="18">خو دا ښار چې په تجارت کښې کومه ګټه کوى نو هغه به مالِک خُدائ ته وقف کيږى. دا پېسه به نۀ شى جمع کولے، خو چې څوک د مالِک خُدائ په حضور کښې پاتې کيږى نو هغوئ به په دې پېسو باندې ښۀ کافى خوراک او ښائسته لباس اخلى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">ګوره، مالِک خُدائ به زمکه ورانه ويجاړه کړى او هم داسې شاړه به يې پرېږدى. هغه به د زمکې مخ کندې کپرې کړى او د دې خلق به خوارۀ وارۀ کړى.</verse>
				<verse number="2">هيڅ څوک به بچ پاتې نۀ شى، کۀ هغه اِمامان وى يا عام خلق، مالِک وى کۀ نوکر، مالِکه وى کۀ نوکره، خرڅوونکى وى يا اخستونکى، قرض ورکوونکى يا قرض اخستونکى، کۀ قرضدار وى او کۀ مالدار وى.</verse>
				<verse number="3">زمکه به په مکمل طور ورانه ويجاړه او لوټ کړے شى، مالِک خُدائ دا هر څۀ فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="4">زمکه اوچيږى او خُشکيږى، ټوله دُنيا به اوچه شى او مړاوې به شى، د دې لوئ لوئ خلق به فنا شى.</verse>
				<verse number="5">خلقو دُنيا پليته کړې ده ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک قانون مات کړے دے او هغه لوظ يې مات کړے دے کوم يې چې د همېشه دپاره ورسره کړے وو.</verse>
				<verse number="6">نو په دې وجه به زمکه لعنتى شى او نقصان به ورته ورسى، او چې د دې خلقو څۀ بد عمل کړے دے نو د هغې بدله ورته ملاويږى. نو په دې وجه د دُنيا خلق کم شول او ډېر لږ خلق ژوندى پاتې شول.</verse>
				<verse number="7">د انګورو بوټى اوچ شوى دى او مے کم شوى دى. هر څوک چې مخکښې خوشحاله وُو نو هغه اوس خفه دى،</verse>
				<verse number="8">او د هغوئ د رباب او د تمبل خوشحالۍ نه ډک سازونه او د جشن آوازونه بند شوى دى.</verse>
				<verse number="9">اوس خلق د ميو سندرې نۀ وائى، بلکې شراب په هغوئ باندې تراخۀ لګى.</verse>
				<verse number="10">شاړ ښار برباد شوے دے او د هر يو کور دروازه کلکه بنده ده چې څوک ورننه نۀ وځى.</verse>
				<verse number="11">په کوڅو کښې خلق چغې وهى چې مے ختم شوى دى. هره خوشحالى ختمه شوې ده، خوشحالى د زمکې نه ورکه شوې ده.</verse>
				<verse number="12">ښار په کنډر بدل شوے دے او د دې دروازې ذرې ذرې شوې دى.</verse>
				<verse number="13">نو په ټوله دُنيا کښې هر يو قوم سره به هم داسې کيږى. صرف لږ خلق به پاتې شى داسې لکه چې د زيتُونو راټولولو نه پس هم لږ پاتې وى او يا د انګورو د راشوکولو نه پس هم په باغ کښې يو څو دانې پاتې وى.</verse>
				<verse number="14">خو چې کوم لږ کسان ژوندى پاتې وى نو هغوئ به د خوشحالۍ سندرې وائى. څوک چې د نمرپرېواتۀ طرف ته وى هغوئ به د مالِک خُدائ لوئى بيانوى،</verse>
				<verse number="15">د نمرخاتۀ په طرف مُلکونو کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ. کوم خلق چې د سمندر په غاړه اوسيږى نو هغوئ دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="16">مونږ د دُنيا د آخرى سرونو نه سندرې اورو، هغه سندرې چې صادق خُدائ پاک ته لوئى ورکوى. خو زما زړۀ د غمه ډک دے. زما دپاره ژاړئ ځکه چې زۀ دوړېږم. دوکې تر اوسه موجودى دى او هر طرف ته دوکه باز دى.</verse>
				<verse number="17">اے د دُنيا خلقو واورئ. يره، کندې او دامونه ستاسو دپاره تيار دى.</verse>
				<verse number="18">هر څوک چې د يرې نه تښتېدل غواړى نو هغه به په کنده کښې پرېوځى او هر څوک چې د کندې نه ځان خلاصوى نو په دام کښې به ګېريږى. د آسمان نه به ډېر دروند باران وريږى او د زمکې بنيادونه به ولړزيږى.</verse>
				<verse number="19">زمکه به وچوى، خوځيږى به او زنګيږى به.</verse>
				<verse number="20">زمکه به د شرابى نشه کوونکى په شان زنګيږى او داسې رپيږى لکه چې په طوفان کښې چې چوپال خوځيږى. دا د ګناه په وجه درَنه شوې ده، دا به راوغورزيږى او بيا به هيڅکله پا نۀ څى.</verse>
				<verse number="21">په هغه وخت به مالِک خُدائ آسمانى طاقتونو له او د زمکې بادشاهانو له به سزا ورکړى.</verse>
				<verse number="22">هغوئ به ګرفتار کړے شى او په يوه قېدخانه کښې به بند کړے شى او ښۀ موده پس به ورته سزا ورکړے شى.</verse>
				<verse number="23">نو سپوږمۍ به توره شى او د نمر رڼا به کمه شى، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج به حکومت کوى. هغه به په يروشلم کښې د صيون په غرۀ باندې د مشرانو په وړاندې شان او شوکت سره بادشاهى کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې، زۀ به ستا درناوے کوم او ستا د نوم ثناء صِفت به کوم. تا عجيبه عجيبه کارونه کړى دى، تا چې ډېر پخوا کومې منصوبې جوړې کړې وې، تا بې‌شکه هغه د وفادارۍ سره پوره کړې دى.</verse>
				<verse number="2">تا ښارونو نه د ملبو ډيرى جوړ کړى دى، او د هغوئ د پَخو دېوالونو قلعې دې په کنډراتو بدل کړى دى. د پردى مُلک د خلقو د قلعې په شان محلونه داسې خاورې شوى دى چې بيا به هيڅکله ورته ښار ونۀ شى وئيلے او نۀ به کله دوباره آباد کړے شى.</verse>
				<verse number="3">نو په دې وجه د تکړه قومونو خلق به ستا ثناء صِفت کوى، او د ظالمانو قومونو په ښارونو کښې به ستا نه يره کيږى.</verse>
				<verse number="4">تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے. د ظالمانو پوکى لکه د ژمى د طوفانى باران په شان وى،</verse>
				<verse number="5">لکه د صحرا د ګرمۍ په شان دى. تا د پردى مُلک خلق غلى کړى دى. تا د ظالمانو خلقو آوازونه داسې خاموش کړى دى، لکه چې وريځې سخته ګرمى يخوى.</verse>
				<verse number="6">د صيون په غرۀ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د دُنيا د ټولو قومونو دپاره يوه مېلمستيا وکړى، دا مېلمستيا به د ښې غوښې او د انګورو د ښو ميو وى.</verse>
				<verse number="7">نو په دې غر به هغه د خلقو نه د مرګ سورے ختم کړى، کوم سورے چې د ټولو قومونو دپاسه ولاړ دے.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بې‌عزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="9">په هغه وخت به هغوئ وائى، ”وګورئ دا دے زمونږ خُدائ پاک. مونږ د هغۀ په انتظار وُو او هغۀ مونږ آزاد کړُو. دا دے هغه مالِک خُدائ د چا چې مونږ په انتظار وُو. راځئ چې د هغۀ په خلاصون باندې د خوشحالۍ جشن وکړُو.“</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ به د صيون د غرۀ حِفاظت کوى، خو موآب به داسې د پښو لاندې کړے شى لکه چې بوس په غوبل کښې د پښو لاندې کيږى.</verse>
				<verse number="11">خُدائ پاک به موآب داسې دباؤ کړى لکه څنګه چې لامبوزن اوبۀ خپلو لاسونو سره لاندې ديکه کوى، هغه به د دوئ غرور او د دوئ ټول بد کارونه ختم کړى.</verse>
				<verse number="12">هغه به د موآب د اوچتو دېوالونو والا قلعې تباه کړى او را وبه يې غورزوى او د خاورو سره به يې خاورې کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">په هغه وخت به د يهوداه په مُلک کښې دا سندره وئيلے شى، ”زمونږ ښار مضبوط دے. ولې چې د خُدائ پاک د خلاصون دېوالونه زمونږ چارچاپيره دى.</verse>
				<verse number="2">د ښار دروازې کولاو کړئ چې صادق قوم ورننوځى، هغه قوم چې وفادار پاتې دے.</verse>
				<verse number="3">د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى.</verse>
				<verse number="4">په مالِک خُدائ باندې تل يقين ساتئ، ولې چې مالِک خُدائ پاک ابدى حِفاظت کوونکے دے.</verse>
				<verse number="5">څوک چې مغروره وُو نو هغۀ عاجزان کړى دى، او هغۀ اوچت ښارونه راګزار کړى دى او خاورو سره يې خاورې کړى دى.</verse>
				<verse number="6">او دوئ به د غريبانانو او مظلومانو د پښو لاندې راشى او چخڼى به شى.“</verse>
				<verse number="7">اے مالِکه خُدايه، د صادقانو لار هواره ده، نو د صادقانو دپاره چې کومه لار تۀ جوړوې نو هغه نېغه ده.</verse>
				<verse number="8">اے مالِکه خُدايه، ستا فرمانبردارى کولو سره مونږ تا ته خپله بهروسه ښايُو، او زمونږ د زړۀ خواهش دے چې ستا د نوم لوئى وکړُو.</verse>
				<verse number="9">ټوله شپه زۀ ستا په لټون کښې يم، په سحر کښې د زړۀ د اخلاصه زۀ ستا طلبګار يم، کله چې تۀ د دُنيا د عدالت دپاره راشې نو خلق به پوهه شى چې اِنصاف څۀ څيز دے.</verse>
				<verse number="10">کۀ په بدعمله باندې رحم وشى نو هغه د اِنصاف په مطلب ځان نۀ پوهوى، بلکې په کوم مُلک کښې چې اِنصاف کيږى هلته هم هغوئ بدعملى کوى، هغوئ د مالِک خُدائ لوئى نۀ منى.</verse>
				<verse number="11">اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.</verse>
				<verse number="12">اے مالِکه خُدايه، تۀ به مونږ له امن راکوې، ځکه چې زمونږ ټولې کاميابۍ ستا د لاسه دى.</verse>
				<verse number="13">اے مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، نورو مالِکانو په مونږ حکمرانى کړې ده، خو يواځې تۀ هغه هستى يې چې مونږ يې عبادت کوُو.</verse>
				<verse number="14">خو اوس هغوئ مړۀ شوى دى او بيا به نۀ راژوندى کيږى، د هغوئ روحونه به واپس نۀ راځى، ځکه چې تا دوئ له سزا ورکړې ده او تباه کړى دې دى. او د هغوئ نوم او نشان دې ختم کړے دے.</verse>
				<verse number="15">اے مالِکه خُدايه، تا خپل قوم له ترقى ورکړې ده، تا خپل قوم لوئ کړے دے او خپله لوئى دې څرګنده کړې ده. ستا د وجې د هغوئ علاقه په هر طرف باندې خوره شوې ده.</verse>
				<verse number="16">اے مالِکه خُدايه، چې هغوئ په مصيبت کښې ګېر شول نو ستا تلاش يې شروع کړو او ستا د تنبيه لاندې يې دُعا شروع کړه.</verse>
				<verse number="17">اے مالِکه خُدايه، تا مونږ داسې ژړولى يُو، لکه چې يوه ښځه د بچى د پېدا کېدو د درد په وجه ژاړى.</verse>
				<verse number="18">مونږ په خوږ او درد مبتلا يُو، خو زمونږ د تکليف نه هيڅ هم پېدا نۀ شول. نۀ مونږ زمکې ته خلاصون ورکړے دے، او نۀ مو دُنيا ته ژوندون راوړے دے.</verse>
				<verse number="19">خو زمونږ کوم خلق چې مړۀ شوى دى نو هغه بيا راژوندى شى. د هغوئ مړۀ جسمونه به بيا راژوندى شى. کوم چې په قبرونو کښې پراتۀ دى نو هغه به راپاڅى او د خوشحالۍ سندرې به وائى. لکه څنګه چې د پرخې څاڅکى زمکه تازه کوى، نو داسې به مالِک خُدائ هغه خلق بيا راژوندى کړى کوم چې پخواه مړۀ شوى دى.</verse>
				<verse number="20">زما خلقو، خپلو کورونو ته ننوځئ او په ځان پسې دروازې بندې کړئ. د څۀ وخت دپاره ځانونه پټ کړئ چې د خُدائ پاک غصه سړه شى.</verse>
				<verse number="21">وګورئ، مالِک خُدائ په آسمان کښې د خپل اوسېدو ځائ نه راروان دے چې د زمکې خلقو له د هغوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. کومه وينه چې په زمکه باندې تويه شوې وه نو هغه به راښکاره کړے شى او چې څوک وژلى شوى وى نو زمکه به يې نۀ پټوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">په هغه ورځ به مالِک خُدائ د خپلې زورَورې او کلکې تُورې نه کار واخلى چې هغه تښتېدونکې بلا له يعنې تاوېدونکې راتاوېدونکې بلا له سزا ورکړى او وې ووژنى کومه چې په سمندر کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="2">په هغه ورځ د انګورو ښائسته باغ په حقله سندره ووايئ،</verse>
				<verse number="3">”زۀ مالِک خُدائ پخپله د دې خيال ساتم او پابندۍ سره اوبۀ ورکوم. او شپه او ورځ د دې څوکيدارى کوم چې څوک نقصان ور ونۀ رسوى.</verse>
				<verse number="4">زما غصه اوس يخه شوې ده. خو کۀ په دې باغ کښې ازغى او مرکونډۍ وشول نو زۀ به ورسره جنګ وکړم او ټول به وسوزوم.</verse>
				<verse number="5">خو کۀ هغوئ زما نه مدد وغواړى، نو هغوئ دې ما سره روغه وکړى. آو، پرېږدئ چې هغوئ ما سره صُلح وکړى.“</verse>
				<verse number="6">هغه وخت راروان دے چې د يعقوب اولاد به جرړې وکړى، اِسرائيل به غوټۍ ونيسى او ګلونه به وکړى. او مېوه به يې دُنيا ډکه کړى.</verse>
				<verse number="7">ولې مالِک خُدائ اِسرائيل داسې وهلے دے لکه څنګه يې چې د هغۀ دشمنان وهلى دى؟ ولې بنى اِسرائيل داسې قتل شوى دى لکه څنګه چې د هغۀ دشمنان قتل شوى دى؟</verse>
				<verse number="8">نه، بلکې مالِک خُدائ د هغوئ مخالفت وکړو او جلاوطن يې کړل. هغوئ يې د نمرخاتۀ په طرف د يوې زورَورې هوا سره وشړل.</verse>
				<verse number="9">نو داسې به د يعقوب ګناه معاف شى، او چې کله د اِسرائيل ګناهونه ختم شى نو په نتيجه کښې به هغوئ د غېرو قومونو قربان‌ګاه د چونې د کاڼى په شان ذرې ذرې کړى او د قربان‌ګاه خوشبودارې مصالحې او د اشيرې د بُت نښې به پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="10">د قلعې په شان د پَخو دېوالونو ښار کنډر پروت دے. دا د يو خوشى بيابان په شان وران ويجاړ پروت دے. او بيا به په دې کښې څاروى څريږى آرام به کوى او څانګې به خورى.</verse>
				<verse number="11">د ونو څانګې اوچې شوې او ماتې شوې دى او ښځې يې د خشاک په توګه راغونډوى. خلق په هيڅ څيز باندې هم ځان نه پوهوى نو په دې وجه چا چې هغوئ پېدا کړى دى ورباندې هيڅ رحم نۀ کوى، چا چې هغوئ تخليق کړى دى ورباندې هيڅ ترس نۀ کوى.</verse>
				<verse number="12">په هغه ورځ به مالِک خُدائ د فرات سيند نه واخله تر مِصر سرحده پورې خپل خلق يو يو کس راغونډ کړى، داسې لکه څوک چې د بوسو نه غنم رابېلوى.</verse>
				<verse number="13">په هغه وخت به يو بيګل وغږولے شى چې د اسور او مِصر نه هغه ټول بنى اِسرائيليان راوغواړى کوم چې په جلاوطنۍ کښې وى. نو هغوئ به د هغۀ په مقدس غر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ عبادت وکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="28">
				<verse number="1">په سامريه باندې افسوس چې د شرابى بنى اِسرائيلو شاندار تاج دے. په هغه ښار باندې افسوس چې د بنى اِسرائيلو شان او شوکت وو خو اوس مړاوے کېدونکے ګل دے. په هغه آبادۍ باندې افسوس چې په نشه کښې د ډوبو خلقو په زرخيزه وادۍ باندې ولاړه ده.</verse>
				<verse number="2">ګورئ، مالِک خُدائ به داسې قوى او طاقتور لښکر راولېږى، لکه د ږلۍ طوفان او زل زول او د باران د طوفان په شان، دا به لکه د زورَور سېلاب پرې حمله وکړى او په زمکه به يې سر د لاندې راوولى.</verse>
				<verse number="3">بيا به سامريه د بنى اِسرائيلو شرابيانو شاندار تاج د پښو لاندې ذرې ذرې شى.</verse>
				<verse number="4">بيا به د دې مړاوے کېدونکے ګل شان او شوکت ختم شى چې په زرخيزه وادۍ باندې ولاړ وى. د هغوئ حال د موسم د وړومبو اينځرو په شان دے چې څنګه پاخۀ شى نو راوشوکولے شى او وخوړلے شى.</verse>
				<verse number="5">په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپلو هغه خلقو دپاره د ګلونو د شاندار تاج په شان وى چې کوم خلق ژوندى پاتې وى.</verse>
				<verse number="6">هغه به هغه کسانو له د اِنصاف جذبه ورکړى چې څوک د قاضيانو په توګه کار کوى او هغوئ له به حوصله ورکړى چې څوک د حملې نه د ښار د دروازو حِفاظت کوى.</verse>
				<verse number="7">نو بيا پېغمبران او اِمامان هم دومره نشه دى تر دې پورې چې ډغرې وهى. هغوئ مے او شراب دومره زيات څښلى دى چې تيندکونه خورى. پېغمبران دومره زيات نشه دى چې خُدائ پاک کومه وحى نازلوى نو په هغې باندې نۀ پوهيږى او اِمامان هم دومره نشه دى چې د فېصلې ورکولو په وخت زنګيږى.</verse>
				<verse number="8">د هغوئ ټول مېزونه په اولټو ګنده دى او يو ځائ هم په کښې صفا نشته.</verse>
				<verse number="9">هغوئ په خپلو کښې وائى، ”دا سړے زمونږ سره دا رنګ خبرې ولې کوى؟ د تعليم او د مالِک خُدائ د پېغام اورولو په وخت مونږ داسې پوهوى لکه چې مونږ واړۀ ماشومان يُو او اوس اوس د پيو نه خلاص شوى يُو.</verse>
				<verse number="10">هغه مونږ ته ټکے په ټکے، کرښه په کرښه او په مزه مزه تعليم راکوى.“</verse>
				<verse number="11">نو اوس به خُدائ پاک خپلو خلقو سره د پردى مُلک د خلقو په ذريعه خبرې کوى څوک چې عجيبه ژبه وائى.</verse>
				<verse number="12">خُدائ پاک خپلو خلقو ته فرمائيلى دى، ”دا د آرام ځائ دے. ستړى دې دلته آرام وکړى، ولې چې هم دا ځائ د آرام دے.“ خو هغوئ غوږ نۀ کېښودو.</verse>
				<verse number="13">نو دا ځکه به مالِک خُدائ هغوئ ته ټکے په ټکے، کرښه په کرښه او په مزه مزه تعليم ورکوى. نو هغوئ به تيندکونه وخورى او راپرې به وځى. هغوئ به زخمى شى، په جال کښې به ګېر شى او ګرفتار به شى.</verse>
				<verse number="14">نو اے ګستاخه کسانو څوک چې په يروشلم کښې په دې خلقو باندې حکومت کوئ، اوس چې څۀ مالِک خُدائ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسئ.</verse>
				<verse number="15">تاسو لافې وهلې چې تاسو د مرګ سره لوظ کړے دے او د عالمِ ارواح سره مو تړون کړے دے. ستاسو دا يقين دے چې کله افت راشى نو تاسو به بچ شئ، ځکه چې ستاسو خيال دا دے چې خپل دروغ او دوکه به تاسو بچ وساتى.</verse>
				<verse number="16">نو مالِک خُدائ پاک داسې فرمائى، ”زۀ په صيون کښې يو داسې بنياد ږدم چې کلک او مضبوط وى. په هغې کښې زۀ د ګوټ يو قيمتى کاڼے لګوم چې په هغې باندې دا ليکلى وى، ”څوک چې ايمان لرى نو هغه به نۀ وارخطا کيږى.“</verse>
				<verse number="17">زۀ به اِنصاف د دې فيته او صداقت د دې د سال مزے کړم. تاسو چې په کومو دروغو باندې يقين ساتئ نو ږلۍ به يې ټول يوسى او سېلابونه به ستاسو د پناه ځايونه وران کړى.“</verse>
				<verse number="18">تاسو چې د مرګ سره کوم لوظ کړے دے نو هغه به منسوخ کړے شى او چې د عالمِ ارواح سره تاسو کوم تړون کړے وى نو هغه به ختم کړے شى. هغه زورَور افت به تاسو ووهى او تاسو به ترې نه لاندې شئ.</verse>
				<verse number="19">دا افت به تاسو بار بار وهى او هر سحر به مو وهى. دا به په تاسو شپه او ورځ راځى، تر هغې پورې چې تاسو يې وړى نۀ يئ. دا پېغام به ستاسو په خلقو باندې يره راولى.</verse>
				<verse number="20">ستاسو کټ دومره لنډ دے چې پښې په کښې نۀ شى غزېدلے او کمبله دومره وړه ده چې څوک په کښې پټېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ به داسې راپاڅى لکه څنګه چې هغه د پراضيم په غر باندې فلستيانو پسې راپاڅېدلے وو. او څنګه يې چې د جبعون په وادۍ کښې اموريانو باندې حمله کړې وه داسې به په تاسو هم حمله وکړى. او چې کوم کارونه به هغه کوى نو هغه به عجيبه وى. او د هغۀ هر قدم به فرق فرق وى.</verse>
				<verse number="22">زۀ چې کوم خبردارے درکوم نو په هغې پورې خندا مۀ کوئ. کۀ تاسو خندا وکړه نو ستاسو دپاره به خلاصېدل نور هم ګران شى. ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج د ټول مُلک د تباه کولو فېصله اورېدلې ده.</verse>
				<verse number="23">زۀ چې درته څۀ وايم نو هغې ته غوږ ونيسئ، زۀ چې درته څۀ وايم هغې ته ښۀ توجو وکړئ.</verse>
				<verse number="24">ولې زميدار همېشه يوه کوى او هيڅکله کر نۀ کوى څۀ؟ ولې هغه تل پټې اړوى او هيڅکله څۀ نۀ کَرى؟</verse>
				<verse number="25">کله چې هغه يو ځل پټے هوار او تيار کړى، نو هغه تخم کَرى لکه کاږۀ، د زېرے تخم، غنم او اوربشې په صحيح طريقه او صحيح ځائ باندې کَرى.</verse>
				<verse number="26">زميدار ته پته وى چې څۀ به کوى، ځکه چې خُدائ پاک هغۀ ته پوهه ورکړې ده.</verse>
				<verse number="27">هغه د کاږو او زېرې د تخم ټکولو دپاره لوئ ډانګ نۀ استعمالوى، بلکې د دې دپاره د يو وړوکى او برابر لرګى نه کار اخلى.</verse>
				<verse number="28">هغه غنم په درمند کښې دومره نۀ غوبل کوى چې خراب‌تُراب شى، ځکه چې هغۀ ته پته وى چې په ګاډۍ باندې به يې څنګه غوبل کړى چې غله خرابه نۀ شى.</verse>
				<verse number="29">مالِک خُدائ ربُ الافواج زبردست اُستاذ دے، او هغه دې زميدارانو له ښۀ پوهه ورکوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="29">
				<verse number="1">اے ارى‌ايل، ارى‌ايل، په تا باندې افسوس. په هغه ښار باندې افسوس کوم کښې چې داؤد خېمې لګولې وې. اوس کال په کال خپل اخترونه کوئ.</verse>
				<verse number="2">خو بيا به زۀ په هغه ښار باندې يو افت راولم، هلته به ژړا او ماتم وى. او ټول يروشلم به داسې شى لکه څنګه چې د هغې د ارى‌ايل نوم معنىٰ ده ”يوه داسې قربان‌ګاه چې په وينو لت پت وى.“</verse>
				<verse number="3">ولې چې زۀ به تا د هر طرف نه راګېر کړم او ستا د محاصرې به پوره بندوبست وکړم.</verse>
				<verse number="4">بيا به تۀ د زمکې لاندې نه خبرې کوې، د خاورو نه به ستا غلے آواز راوځى. څنګه چې د يو مړى روح د قبر نه د خبرو کولو کوشش کوى، دغه شان به ستا آواز غلے شان راځى.</verse>
				<verse number="5">نو سمدستى به ستا دشمنان لکه د دوړې په شان والوځى، په تا باندې حمله کوونکى به داسې وشړلے شى لکه هوا چې بوس زغلى. ولې چې اچانک په يوه لحظه کښې به</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ ربُ الافواج به ستا د بچ کولو دپاره د لوئ تندر، زلزلې، لوئ شور، تېزې سيلۍ، طوفان او سوزونکى اور سره راځى.</verse>
				<verse number="7">نو بيا د هغه ټولو قومونو لښکرې کوم چې د خُدائ پاک د ارى‌ايل په ښار باندې حمله کوى، د هغوئ ټوله وسله او ساز و سامان به د يو خوب ليدو په شان فنا شى، داسې به فنا شى لکه چې دا د شپې يو خيال وى.</verse>
				<verse number="8">هغه ټول قومونه چې په يروشلم باندې د حملې کولو دپاره راجمع شوى دى د هغوئ مثال به د يو اوږى کس په شان وى چې خوب وينى چې هغه خوراک کوى خو چې راپاڅى نو پته ورته ولګى چې هغه هم هغسې اوږے دے، يا د هغه تږى کس په شان وى چې په خوب کښې ګورى چې اوبۀ څښى خو چې راپاڅى نو پته ورته ولګى چې هغه هم هغه شان د تندې د لاسه بې‌دمه دے.</verse>
				<verse number="9">حېران شئ او اريان دريان شئ. ځان نه ړاندۀ جوړ کړئ او ړاندۀ شئ. نشه شئ خو په ميو نه، زنګېږئ خو په شرابو نه.</verse>
				<verse number="10">نو ځکه مالِک خُدائ تاسو خوبَولى کړى يئ او په دروند خوب باندې په اودۀ کېدو بدل يئ. هغۀ د پېغمبرانو او د رويا ليدونکو سترګې بندې کړې دى.</verse>
				<verse number="11">د هرې پېغمبرۍ د وحى مطلب به ستاسو نه پټ وى، دا به د يو بند کِتاب په شان وى. کۀ تاسو دا يو داسې کس له يوسئ چې هغه يې لوستلے شى او هغۀ ته ووايئ چې دا ولولى، نو هغه به وائى چې زۀ دا نۀ شم لوستلے ځکه چې دا پوخ بند دے.</verse>
				<verse number="12">کۀ تاسو دا يو بې‌تعليمه کس له ورکړئ چې وې لولى، نو هغه به جواب درکړى چې زۀ بې‌تعليمه يم.</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. او دوئ بې‌فائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.</verse>
				<verse number="14">نو په دې وجه به په راتلونکى وخت کښې يو ځل بيا زما سلوک د دې قوم سره ډېر عجيبه او د حېرانتيا وى. بيا به د هغوئ د هوښيارانو هوښيارتيا ختمه شى او د هغوئ د پوهانو پوهه به غېبه شى.“</verse>
				<verse number="15">څوک چې د مالِک خُدائ نه د خپلو منصوبو د پټولو کوشش کوى نو په هغوئ افسوس. هغوئ په پټه باندې منصوبې جوړوى او خيال يې دا وى چې، ”څوک به مونږ وينى او څوک به مونږ وپېژنى؟“</verse>
				<verse number="16">هغوئ هر يو څيز ګډ وډ کوى. د کُلال اهميت زيات دے کۀ د خټې؟ يو کس چې څۀ څيز جوړ کړى نو هغه څيز خپل جوړېدونکى ته داسې وائى څۀ، ”تا زۀ نۀ يم جوړ کړے،“ او يا دا چې، ”تۀ په هيڅ هم نۀ پوهېږې؟“</verse>
				<verse number="17">لږ وخت پس به د لبنان ځنګل نه پټى جوړ شى او پټى به په ځنګل بدل شى.</verse>
				<verse number="18">کله چې هغه وخت راشى، نو کاڼۀ به د کِتاب تلاوت اورى او ړاندۀ به د تورتم او تيارۀ نه رابهر شى او وينى به.</verse>
				<verse number="19">عاجزان به بيا د مالِک خُدائ ورکړے شوې خوشحالۍ نه په جامو کښې نۀ ځائيږى، او غريبانان به د بنى اِسرائيل د مقدس ذات خوشحالى کوى.</verse>
				<verse number="20">ظالمان به باقى پاتې نۀ شى، مغروره به ختم شى او څوک چې د بدو منصوبه جوړوى هغوئ به قتل کړے شى.</verse>
				<verse number="21">خُدائ پاک به هغه خلق تباه کړى چې څوک د دروغو ګواهى کوى، هغه خلق چې قاضيان د غلطو فېصلو کولو دپاره دوکه کوى، هغه خلق چې څوک دروغ وائى د دې دپاره چې بې‌ګناه خلقو ته اِنصاف مِلاو نۀ شى.</verse>
				<verse number="22">نو ځکه مالِک خُدائ د يعقوب د اولاد خُدائ پاک، چا چې اِبراهيم د مصيبت نه خلاص کړو، داسې فرمائى، ”زما د خلقو به نوره بې‌عزتى نۀ کيږى او د هغوئ رنګونه به د شرم په وجه نور زېړ نۀ وى.</verse>
				<verse number="23">کله چې تاسو هغه بچى ووينئ چې زۀ تاسو له درکوم، نو تاسو ته به بيا پته ولګى چې زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم. تاسو به زما درناوى کوئ او د يعقوب د خُدائ پاک رُعب به منئ.</verse>
				<verse number="24">بدعمله خلق به پوهه حاصله کړى او هغه خلق چې کوم هر وخت فريادونه کوى نو هغوئ به اصُول ومنى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="30">
				<verse number="1">مالِک خُدائ فرمائيلى دى، ”اے باغيانو بچو په تاسو افسوس. ځکه چې تاسو په هغه منصوبو باندې کار کوئ چې کومې زما نۀ دى، او زما د مرضۍ خِلاف معاهدې کوئ او تاسو ګناهونو پسې ګناهونه کوئ.</verse>
				<verse number="2">تاسو زما د مشورې نه بغېر د مدد دپاره مِصر ته لاړئ. تاسو غوښتل چې مِصريان مو بچ کړى، نو په دې وجه تاسو د مِصر په فِرعون باندې يقين وکړو.</verse>
				<verse number="3">خو په فِرعون باندې اعتماد سره به تاسو رسوا شئ او په هغۀ باندې بهروسۍ سره به تاسو بې‌عزته شئ.</verse>
				<verse number="4">اګر چې د هغۀ آفسران ضُعن کښې دى او د هغۀ سفيران حنيس ته رسېدلى دى،</verse>
				<verse number="5">هغه ټول چې په هغۀ بهروسه کوى هغوئ به وشرميږى. او هغه به ستاسو مدد نۀ کوى بلکې په ځائ د دې به ستاسو بې‌عزتى وکړى.“</verse>
				<verse number="6">د جنوبى صحرا د ځناورو په حقله د خُدائ پاک پېغام دا دے، هغه سفيران به په داسې خطرناک مُلک کښې سفر کوى، چرته چې ازمرى اوسيږى او چرته چې تور ماران او نور زهرژن ماران دى. هغوئ د يو داسې قوم دپاره خپل خرونه او اوښان د قيمتى تُحفو نه بار کړى دى څوک چې د دوئ هيڅ مدد نۀ شى کولے.</verse>
				<verse number="7">د مِصر نه چې کوم مدد ملاويږى نو هغه بې‌فائدې دے. نو ځکه ما په مِصر باندې يو بل نوم ”بې‌ضرره اژدها“ اېښے دے.</verse>
				<verse number="8">اوس لاړ شه او دا الفاظ په يو کِتاب کښې وليکه. چې دا د راروانو وختونو دپاره د تل دپاره يوه ګواهى شى.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې دا قوم سرکش دے او دا همېشه دروغ وائى او د مالِک خُدائ تعليمات منلو ته تيار نۀ دى.</verse>
				<verse number="10">هغوئ رويا کتونکو ته وائى چې، ”تاسو روياګانې مۀ وينئ،“ پېغمبرانو ته وائى، ”مونږ ته د هغه څۀ په حقله خبرې مۀ کوئ چې څۀ حقيقت وى. مونږ ته د خوند خبرې کوئ، خېر دے کۀ هغه دروغ هم وى.</verse>
				<verse number="11">زمونږ د لارې نه اخوا شئ او زمونږ مخه مۀ نيسئ. مونږ ستاسو د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات په حقله اورېدل نۀ غواړُو.“</verse>
				<verse number="12">ځکه خو د بنى اِسرائيلو مقدس ذات داسې فرمائى، ”زۀ چې څۀ درته وايم نو تاسو هغه رد کړئ او د ظلم زياتى او دوکې نه کار اخلئ.</verse>
				<verse number="13">دا ګناه به ستاسو دپاره د يو داسې اوچت دېوال په شان وى چې چاودے او کوږوالے پکښې راغلے وى او دېوال کينوى او بيا سمدستى يو درز سره زمکې ته راګزار شى.</verse>
				<verse number="14">دا ټوټې ټوټې شى د خټې د هغه لوښى په شان چې ټکړې ټکړې کړے شوى وى او د هغې يوه ټوټه به هم دومره نۀ وى چې په هغې کښې بل سکارۀ راواخستلے شى، يا په کښې د ډيګۍ نه اوبۀ راوويستلے شى.“</verse>
				<verse number="15">قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، فرمائى، ”راواپس شئ او په ما پوره يقين کوئ. نو بيا به تاسو تکړه او محفوظ يئ.“ خو تاسو داسې نۀ کوئ.</verse>
				<verse number="16">خو ستاسو منصوبه دا ده چې په تېزو آسونو باندې سوارۀ شئ او د خپل دشمن نه وتښتئ. تاسو صحيح يئ، ځکه چې تاسو به تښتئ. ستاسو خيال دا دے چې ستاسو آسونه ښۀ تېزه منډه وهلے شى، خو چې څوک درپسې وى نو هغوئ به ستاسو نه تېز وى.</verse>
				<verse number="17">کۀ ستاسو د دشمن يو فوجى دهمکى درکړى نو ستاسو زر کسان به منډې وهى، او کۀ پينځۀ سپاهيان دهمکى درکړى نو دا به ستاسو ټولو زغلولو دپاره کافى وى. او کۀ په آخر کښې څوک پاتې شى نو هغوئ به د غرۀ په سر باندې د جنډې د يو لرګى په شان يواځې وى.</verse>
				<verse number="18">خو مالِک خُدائ بيا هم په دې انتظار کښې دے چې په تاسو باندې رحم وکړى. هغه په تاسو باندې د رحم کولو دپاره تيار دے ځکه چې هغه وفادار خُدائ پاک دے. بختور دى هغوئ چې د هغۀ د مدد په انتظار کښې وى.</verse>
				<verse number="19">اے د يروشلم خلقو تاسو به نور نۀ ژاړئ. کله چې تاسو هغۀ ته د مدد دپاره فرياد وکړئ، نو هغه به خامخا په تاسو رحم وکړى او چې څنګه ستاسو دُعاګانې واورى نو جواب به درکړى.</verse>
				<verse number="20">اګر چې مالِک خُدائ به تاسو ته د تنګ لاس روټۍ او د تکليف اوبۀ درکړى، خو هغه به په خپله ستاسو اُستاذ وى او تاسو ته به نور د هغۀ د لټولو ضرورت نۀ پېښيږى.</verse>
				<verse number="21">کۀ تاسو د لارې نه ښى يا ګس طرف ته واوړئ، نو د وروستو نه به ستاسو لار ښودنه کيږى چې، ”دا لاره صحيح ده، په دې روان شئ.“ تاسو به په خپلو غوږونو دا اورئ.</verse>
				<verse number="22">نو بيا به تاسو خپل هغه بُتان چې په سرو زرو پټ وى او هغه بُتان چې په سپينو زرو پټ وى هغه به واخلئ او وايئ به چې، ”دا څۀ ګند دے.“ او بهر په ډيران به يې ګزار کړئ.</verse>
				<verse number="23">کله چې تاسو تخم وکَرئ، نو مالِک خُدائ به د دې شين کېدو دپاره باران راولېږى او د دې نه به تاسو ته ښۀ او زيات پېداوار مِلاو شى او ستاسو د څاروو دپاره به د څرن ښۀ ډېره زمکه وى.</verse>
				<verse number="24">کوم غوَيى او خرونه چې ستاسو په پټو کښې يوې کوى نو هغه به هم هغه خوراک کوى چې چج او درې غاښۍ سره صفا شوے وى.</verse>
				<verse number="25">په هغه ورځ کله چې ستاسو د دشمن قلعې قبضه شى او د هغوئ خلق ووژلے شى، نو د هر غرۀ نه او د هرې غونډۍ نه به د اوبو وَلې رابهيږى.</verse>
				<verse number="26">سپوږمۍ به د نمر په شان ځليږى او نمر به په اووۀ چنده زيات روښانه شى، دا به داسې وى لکه چې د اوو ورځو رڼا يو ځائ شى. دا به په هغه وخت کښې وشى کله چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو د هغه زخمونو مرهم پټۍ وکړى او هغه زخمونه ورله روغ کړى چې کوم زخمونه هغۀ ورکړى دى.</verse>
				<verse number="27">وګورئ د مالِک خُدائ نوم د لرې ځائ نه راروان دے. هغه لوئ غضب او رُعب داب سره رانزدې کيږى. د هغۀ شونډې د غصې نه ريږدى، او د هغۀ وينا لکه د اور هر څۀ ايرې ايرې کوى.</verse>
				<verse number="28">د هغۀ ساه لکه د سېلاب په شان ده چې هر څۀ تر مرۍ مرۍ ډوبوى. هغه به مغروره قومونه د تباهۍ دپاره چاڼ کړى. هغه به دوئ قابو کړى او د بربادۍ په طرف به يې يوسى.</verse>
				<verse number="29">خو اے د خُدائ پاک خلقو، تاسو به خوشحاله يئ او داسې سندرې به وايئ لکه څنګه سندرې چې د مقدس اختر په شپه وئيلے شى. تاسو به د هغه خلقو په شان خوشحاله يئ کوم چې د مالِک خُدائ کور ته د شپېلۍ د ساز سره روان وى، چې هغه د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوونکے دے.</verse>
				<verse number="30">مالِک خُدائ به په هر يو کس باندې خپل پُرجلاله آواز واورى او د خپلې غصې زور به ورته وښائى. هلته به د اور لمبې، تندر، ږلۍ او دروند باران وى.</verse>
				<verse number="31">کله چې اسوريان د مالِک خُدائ آواز واورى او د هغۀ د سزا پته ورته ولګى نو هغوئ به ويريږى.</verse>
				<verse number="32">کله چې مالِک خُدائ هغوئ بار بار ووهى، نو د هغۀ خلق به هر ځلې د منګى او بينجو ساز ورسره غږوى. خُدائ پاک به پخپله د اسوريانو خِلاف جنګ کوى.</verse>
				<verse number="33">ډېره موده مخکښې يو ځائ تيار شوے وو چرته به چې يو لوئ اور د اسور بادشاه سوزوى. د لرګو يو اوچت ډېرے به وى. مالِک خُدائ به د نِهر په شان د سوزېدونکو ګوګړو يوه لمبه پو کړى او دې له به اور ورکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="31">
				<verse number="1">کوم خلق چې د مدد غوښتلو دپاره مِصر ته ځى نو په هغوئ باندې افسوس. ځکه چې هغوئ د مِصر په لوئ فوجى طاقت، آسونو، جنګى ګاډو او فوجيانو باندې بهروسه کوى. خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې يقين نۀ کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے او نۀ ترې نه مدد غواړى.</verse>
				<verse number="2">خو مالِک خُدائ پاک هم هوښيار دے. هغه په تاسو افت راولى. هغه خپلې خبرې سر ته رسوى چې بدعمله او هغه خلقو له سزا ورکړى چې څوک د دې بدعمله خلقو حِفاظت کوى.</verse>
				<verse number="3">مِصريان خو څۀ خُدايان نۀ دى، هغوئ خو بنى آدم دى. د هغوئ آسونه خو څۀ آسمانى مخلوق نۀ دے ځکه چې دا آسونه د غوښې نه جوړ دى. کله چې مالِک خُدائ خپل لاس اوږد کړى، نو څوک چې د چا مدد کوى نو هغه به راپرېوځى او د چا چې مدد کيږى نو هغه به هم راپرېوځى او دا دواړه به تباه شى.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ د شپانو ډلې هر څومره چغې ووهى يا هر څومره آوازونه وکړى، خو هغوئ به يو غړمبېدونکى ازمرى د خپل ښکار نه ونۀ شړى، نو هم دغه شان به مالِک خُدائ ربُ الافواج د صيون په غر راکوز شى او جنګ به کوى.</verse>
				<verse number="5">لکه څنګه چې يو مارغۀ د خپلو بچو د بچ کولو دپاره د خپلې جالې دپاسه الوځى رالوځى، نو داسې به زۀ، مالِک خُدائ، ربُ الافواج د يروشلم دپاسه تېر شم د دې د بچ کولو دپاره او د دې حِفاظت به کوم.“</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما خِلاف سرکشى کړې ده. خو اوس، تاسو ما ته راوګرځئ.</verse>
				<verse number="7">يو داسې ورځ راروانه ده چې تاسو ټول به د سرو زرو او سپينو زرو نه جوړ شوى بُتان غورزوئ کوم چې تاسو په خپلو ګناهګارو لاسونو جوړ کړى دى.</verse>
				<verse number="8">اسوريان به په تُوره تباه شى خو دا تُوره به د انسان نۀ وى. د خُدائ پاک تُوره به هغوئ ووهى او هغوئ به وارخطا شى او تښتى به. د اسوريانو ځوانانو نه به په زور کار اخستلے شى.</verse>
				<verse number="9">د يرې د وجې به هغوئ خپله قلعه پرېږدى، او د هغوئ آفسران به د مالِک خُدائ د جنګى جنډې نه ويريږى.“ دا مالِک خُدائ فرمائيلى دى، د چا اور چې په صيون کښې بليږى، او د چا تنور چې په يروشلم ګرميږى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="32">
				<verse number="1">ګورئ، يو بادشاه به په اِنصاف سره حکمرانى کوى. او د هغۀ آفسران به هم په اِنصاف سره حکمرانى کوى.</verse>
				<verse number="2">د بادشاه هر يو کس به د سيلۍ نه د حِفاظت، او د طوفان نه د پټېدو د ځائ په شان وى. هغوئ به د داسې نِهر په شان وى چې په صحرا کښې بهيږى او هغوئ به په خُشک مُلک کښې د لوئ ګټ د سورى په شان وى.</verse>
				<verse number="3">نو بيا چې د چا سترګې وى نو هغوئ به حقيقت وينى، او چې د چا غوږونه وى نو هغوئ به د اورېدو جوګه وى.</verse>
				<verse number="4">څوک چې د بې‌صبرۍ نه کار اخلى هغوئ به هوښيار شى، او چاړاګان به صفا او روانۍ سره خبرې کوى.</verse>
				<verse number="5">څوک به دا نۀ وائى چې کم عقل کس عزتمند وى او يا بدعمله کس نېک وى.</verse>
				<verse number="6">يو کم عقل کس د کم عقلتوب خبرې کوى او د بدعملۍ کولو منصوبې جوړوى. هغه د بې‌دينۍ خبرې کوى او د مالِک خُدائ خلاف کُفر غروى. هيڅکله اوږو خلقو له خوراک نۀ ورکوى او تږى د څۀ څښلو نه محرومه ساتى.</verse>
				<verse number="7">کم عقل انسان بدعمله وى او د بدعملۍ کارونه کوى، هغه د دروغو سره د غريب د تباه کېدو منصوبې جوړوى اګر کۀ حاجتمند په حقه هم وى.</verse>
				<verse number="8">خو عزتمند انسان د صداقت کار کوى او چې کوم کار صحيح وى نو په هغې باندې کلک ولاړ وى.</verse>
				<verse number="9">اے هغه ښځو، څوک چې په آرام سره ژوند تېروئ زما خبره واورئ. اے بې‌پرواه لوڼو زما خبره په غور سره واورئ.</verse>
				<verse number="10">يو کال او څو ورځې پس به تاسو بې‌پرواه ښځې په لړزان شئ، ځکه چې د انګورو فصل به ضائع شى او مېوې به هيڅکله نۀ پخيږى.</verse>
				<verse number="11">اے هغه ښځو، څوک چې په آرام سره ژوند تېروئ، د يرې نه ولړزېږئ. اے بې‌غمه لوڼو د يرې نه ورپېږئ. خپلې کپړې وباسئ بربنډې شئ او د ټاټ جامې واچوئ.</verse>
				<verse number="12">د زرخېزه پټو او د انګورو باغونو دپاره د خفګان نه خپلې سينې وهئ.</verse>
				<verse number="13">زما د خلقو په مُلک کښې د ازغو او غنو بوټى راشنۀ شوى دى. ستاسو د کورونو خندا او د ښارونو خوشحالى به ختمه شى.</verse>
				<verse number="14">محل به خوشے پاتې شى او مرکزى ښار به خالى شى. د کورونو او قلعو نه به د تل دپاره کنډرات جوړ شى، چرته به چې ځنګلى خرونه ګرځى او ګډې به په کښې څريږى.</verse>
				<verse number="15">ترڅو چې خُدائ پاک خپل روح په مونږ نازل نۀ کړى نو تر هغه وخته پورې به حالات هم داسې وى. خو بيا به هغه خوشے مُلک آباد شى او د باغ مېوه دارې ونې به يې لکه د ځنګل په شان ګڼې وى.</verse>
				<verse number="16">نو بيا به اِنصاف په صحرا کښې استوګنه کوى، او صداقت به په مېوه دار باغ کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="17">د صداقت اثر به سلامتى وى، او نتيجه به يې ابدى سکون او حفاظت وى.</verse>
				<verse number="18">زما خلق به پُرسکون او محفوظ ځايونو کښې اوسيږى، او د هغوئ کورونه به د امن او سلامتۍ نه ډک وى،</verse>
				<verse number="19">اګر کۀ ځنګل تباه شى او ښار مکمل برباد شى.</verse>
				<verse number="20">خو بختور يئ تاسو چې د ټولو اوبو په غاړه به فصلونه وکرلے شئ او په آزادۍ سره به خپل خرونه او څاروى وڅرولے شئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="33">
				<verse number="1">په تاسو اسوريانو باندې افسوس، تاسو نور خو برباد کړل خو پخپله هيڅکله برباد نۀ شوئ. په تاسو باندې افسوس چې تاسو نورو سره دوکه وکړه حالانکه تاسو سره دوکه نۀ ده شوې. خو ستاسو نمبر به هم راځى. کله چې تاسو تباهى وکړئ نو تاسو به هم تباه شئ. کله چې تاسو د دوکې کار سر ته ورسوئ نو تاسو سره به هم دوکه وشى.</verse>
				<verse number="2">اے مالِکه خُدايه، په مونږ رحم وکړه، مونږ ستا په طمع يُو. هر سحر مونږ له طاقت راکوه. او د مصيبت په وخت کښې زمونږ خلاصونکے شه.</verse>
				<verse number="3">ستا د تندر په شان آواز اورېدو سره قومونه زغلى، ستا پاڅېدو سره هغوئ خوارۀ وارۀ شى.</verse>
				<verse number="4">ستا د لوټ مال دومره راجمع شى لکه چې ډېر چينجى راجمع شوى وى، او خلق په مالِ غنيمت باندې لکه د قحطۍ د مُولخانو ټوپونه وهى.</verse>
				<verse number="5">زمونږ مالِک خُدائ څومره لوئ دے. هغه پاس په عرش استوګنه کوى. هغه به يروشلم د اِنصاف او صداقت نه ډک کړى،</verse>
				<verse number="6">په هغه ورځ به هغه ستاسو مضبوط بنياد وى، هغه به تاسو له لوئ خلاصون، پوهه او حِکمت درکوى. د مالِک خُدائ يره به ستاسو خزانه وى.</verse>
				<verse number="7">خو اوس تکړه خلق په لارو کوڅو کښې ژړاګانې کوى. کومو سفيرانو چې د امن راوستلو کوشش کولو نو اوس هغوئ په چغو چغو ژاړى.</verse>
				<verse number="8">هغه سړکونه خوشې تشې پاتې دى او هيڅ څوک هم پرې سفر نۀ کوى. معاهدې ماتې شوې دى او په لوظُونو باندې عمل نۀ دے شوے. نور د يو کس عزت هم نۀ کيږى.</verse>
				<verse number="9">مُلک خوشے او وران ويجاړ پروت دے. د لبنان ځنګلونه اوچ شوى دى او د شارون آباده وادى د صحرا په شان ده او د بسن او د کرمل د غرۀ د ونو نه پاڼې غورزيږى.</verse>
				<verse number="10">نو مالِک خُدائ فرمائى، ”اوس به زۀ عملى کار کوم. زۀ به تاسو ته وښايم چې زۀ څومره طاقتور يم.</verse>
				<verse number="11">تاسو اُميد سره يئ خو ستاسو په خېټه کښې اوچه ګياه ده او د پېدايښت په وخت به درنه صرف بوس پېدا کيږى. چې کله تاسو پوکے وهئ نو ستاسو ساه نه به اور جوړ شى او تاسو به ايرې ايرې کړى.</verse>
				<verse number="12">قومونه به په مکمل طور داسې وسوزى، لکه د ازغو د هغه بوټو په شان چې کټ کړے شى او اور ته وغورزولے شى.</verse>
				<verse number="13">اے هغه د لرې علاقو خلقو هغې ته غوږ کېږدئ څۀ چې ما کړى دى، او اے نزدې اوسېدونکو زما طاقت ومنئ.“</verse>
				<verse number="14">د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بې‌دينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“</verse>
				<verse number="15">خو هغه کس به ژوندے پاتې شى چې صداقت سره ژوند تېروى او رښتينے وى، غېر قانونى ګټه او رشوت نۀ اخلى، چې د قتل منصوبې نۀ جوړوى او د غلطو کارونو نه ځان ساتى.</verse>
				<verse number="16">نو بيا به دا خلق په اوچتو ځايونو کښې اوسيږى، هغوئ به دومره محفوظ وى لکه څومره چې په غرونو باندې پَخو قلعو کښې محفوظ وى. هغوئ ته به روټۍ ملاويږى او د اوبو به هيڅ کمے نۀ راځى.</verse>
				<verse number="17">تاسو به وګورئ بادشاه به د شان او شوکت سره په يو داسې مُلک باندې حکومت کوى چې تر لرې لرې پورې خور وى.</verse>
				<verse number="18">بيا به تاسو د يرې دا تېر وخت راياد کړئ او خپل ځان سره به ووايئ، ”د دشمن هغه لوئ آفسران چرته دى؟ محصُول اخستونکى چرته غېب شول؟ هغه آفسر چرته دے چې د برجونو حساب کِتاب به يې کولو؟“</verse>
				<verse number="19">نو تاسو به نور د پردى مُلک هغه ظالمان ونۀ وينئ چې هغوئ داسې سخته ژبه وائى چې په هغې باندې تاسو نۀ پوهېږئ.</verse>
				<verse number="20">صيون ته وګورئ، دا هغه ښار دے چرته چې مونږ مذهبى اخترونه کوُو. يروشلم ته وګورئ، دا به د اوسېدو دپاره څومره محفوظ ځائ وى. دا به يو داسې خېمه وى چې هيڅکله به نۀ شى اخوا کولے، د دې موږى به کله هم نۀ راويستلے کيږى، او د دې پړى به هيڅکله نۀ شليږى.</verse>
				<verse number="21">هلته به مالِک خُدائ زمونږ لوئ بادشاه وى. هغه به لکه د حفاظت د لوئ سمندر په شان وى چې يو دشمن به هم ترېنه نۀ شى اوړېدے او نۀ به پرې د دشمن سمندرى جهازُونه ګرځېدے شى.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ به په خپله زمونږ قاضى، زمونږ حکمران، او زمونږ بادشاه وى، هغه به زمونږ خيال ساتى او مونږ به بچ کوى.</verse>
				<verse number="23">د سمندرى جهاز پړى ډيله دى، او د بادبان ستن يې خوَزى او بادبان يې خور شوے نۀ دے. مونږ به د خپلو دشمنانو ټول د لوټ مال دولت تقسيم کړُو او دا به دومره زيات وى چې ګوډ ته به هم په کښې خپله برخه مِلاو شى.</verse>
				<verse number="24">د صيون يو کس به هم بيا نۀ وائى چې، ”مونږ بيمار يُو،“ او مالِک خُدائ به د هغوئ ګناهونه معاف کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="34">
				<verse number="1">اے د ټولو قومونو خلقو، راشئ. راغونډ شئ او واورئ. په ټوله دُنيا کښې چې څوک هم اوسيږى نو هغه دې دلته راشى او وا دې ورى.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ ټولو قومونو او د هغوئ ټولو لښکرو ته غصه دے او هغه به دوئ په مکمل طور تباه کړى او ذبح به يې کړى.</verse>
				<verse number="3">خو د هغوئ لاشونه به نۀ ښخيږى او هلته به پراتۀ وى چې سخا شى او خراب بوئ وکړى، او غرونه به په وينو سرۀ وى.</verse>
				<verse number="4">په آسمان کښې ستورى به فنا شى. آسمان به داسې فنا شى لکه چې طومار راغونډولے شى او ستورى به داسې راوغورزيږى لکه د انګورو د بوټى نه اوچې پاڼې يا د اينځر د ونې نه اوچ اينځر راغورزيږى.</verse>
				<verse number="5">او زما تُورې خپل کار په آسمان کښې پوره کړے دے، او ګورئ اوس به دا په ادوم نازله شى، په هغه قوم کوم چې ما د تباهۍ دپاره په نښه کړے دے.</verse>
				<verse number="6">د مالِک خُدائ تُوره په وينه او وازګه باندې پټه شوې ده، دا د ګډورو او د چېلو په وينو سره ده او وازګې ورباندې لګېدلې دى، ولې چې مالِک خُدائ به دا قربانى د بُصره په ښار کښې پېش کړى، هغه به دا لويه حلاله د ادوم په مُلک کښې وکړى.</verse>
				<verse number="7">خلق به د ځنګلى غوَيى او د سخو په شان راوغورزيږى او زمکه به په وينه سره وى او په وازګه به پټه وى.</verse>
				<verse number="8">دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ به بدل واخلى، هغه کال چې د ادوم نه به د بنى اِسرائيلو بدله واخلى.</verse>
				<verse number="9">د ادوم سيندونه به په تارکولو بدل شى، خاوره به يې په ګوګړو بدله شى. ټول مُلک به د تارکولو په شان اور اخستے وى.</verse>
				<verse number="10">دا به شپه او ورځ بليږى او د دې نه به تل لوګے خېژى. هغه مُلک به په هره زمانه کښې خوشے پروت وى تر دې چې څوک مسافر به هم تر همېشه پورې په دې کښې سفر نۀ کوى.</verse>
				<verse number="11">ګونګيان او ځنګلى ځناور به دا قبضه کړى، هر قِسمه ځنګلى مارغان به په دې کښې پاتې کيږى. مالِک خُدائ به په خيال سره د دې مُلک ناپ تول وکړى، هغه به دا ناپ تول د دې د تباهۍ دپاره وکړى.</verse>
				<verse number="12">هلته به د بادشاهۍ هيڅ هم پاتې نۀ وى، او د هغې ټول مشران به ختم شى.</verse>
				<verse number="13">د ازغو بوټى او تراخۀ بوټى به هر ځائ کښې د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې او قلعو کښې خوارۀ شى او ګيدړان او ګونګيان به په دې کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="14">ځنګلى ځناور او ګيدړان به هلته راغونډ شى او د چېلو په شکل پيريان به په کښې يو بل ته آوازونه کوى. د شپې بلا به هلته راځى چې د آرام ځائ پېدا کړى.</verse>
				<verse number="15">ګونګيان به هلته جالې جوړوى، هګۍ به اچوى، بچى به ترې نه راوباسى او وزرو لاندې به يې پټوى، او ساتنه به يې کوى. ټپوسان به هلته راغونډيږى او هر يو سره به خپله ماده وى.</verse>
				<verse number="16">د مالِک خُدائ کِتاب وګورئ او په هغې کښې لټون وکړئ چې څۀ فرمائى. په دې کِتاب کښې د دې ټول مخلوق نومونه موجود وى او يو به هم په کښې بې‌جوړې نۀ وى. مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې هم دغه شان دې وشى، د هغۀ روح به يې پخپله په يو ځائ باندې راغونډ کړى.</verse>
				<verse number="17">دا به مالِک خُدائ وى چې په دې ځناورو باندې مُلک تقسيم کړى او هر يو له خپله برخه ورکړى. هغوئ به نسل په نسل په هغه مُلک کښې اوسيږى او د تل دپاره به د هغوئ شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="35">
				<verse number="1">صحرا او اوچه زمکه به خوشحالى وکړى، او په بيابان کښې به ګلونه غوټۍ شى.</verse>
				<verse number="2">صحرا به سندرې وائى او د خوشحالۍ چغې به وهى، دا صحرا به د لبنان د غرونو په شان شنه وى او د کرمل غر په شان او شوکت والا او د شارون پټو په شان به زرخېزه وى. نو هر يو کس به د مالِک خُدائ شان او شوکت ووينى، او زمونږ د خُدائ پاک لوئى او عظمت به ووينى.</verse>
				<verse number="3">کوم لاسونه چې ستړى شوى دى نو هغې له طاقت ورکړه او هغه ګوډو له طاقت ورکړه چې د کمزورۍ په وجه لړزيږى.</verse>
				<verse number="4">څوک چې بې‌حوصلې شوى دى نو هغوئ ته ووايه، ”تکړه شئ او مۀ يرېږئ. خُدائ پاک راروان دے چې تاسو بچ کړى، او ستاسو دشمنانو له سزا ورکړى.“</verse>
				<verse number="5">نو د ړندو به سترګې وغړيږى، او د کڼو به غوږونه اورېدل شروع کړى.</verse>
				<verse number="6">ګوډ به د هوسۍ په شان ټوپونه وهى، او ګونګيان به د خوشحالۍ سندرې وائى. په صحرا کښې به چشمې راوځى او په بيابان کښې به د اوبو نِهرونه بهيږى،</verse>
				<verse number="7">د بلېدونکې شګې نه به تالاب جوړ شى، او اوچه زمکه به د چينو نه ډکه شى. چرته چې ګيدړان اوسېدل، نو هلته به د نمژنې زمکې واښۀ او لوخې راوټوکيږى.</verse>
				<verse number="8">هلته به يو لوئ سړک وى، چې نوم به يې ”د پاکوالى لار“ وى. ناپاک خلق به په دې باندې سفر نۀ کوى، ځکه چې دا لار صرف هغه خلقو دپاره مخصوص شوې ده کوم چې په نېغه لار ځى، او کم عقل خلق به په دې لار نۀ شى تلے.</verse>
				<verse number="9">هلته به زمريان نۀ وى، بد ځناور به په هغه لار باندې نۀ تېريږى او نۀ به هلته پاتې کيږى. خو مالِک خُدائ چې څوک بچ کړى وى نو هغوئ به په هغه لار باندې ځى.</verse>
				<verse number="10">هغوئ چې د چا فديه مالِک خُدائ ورکړې ده هغوئ به واپس راشى او سندرې به وائى، څنګه چې يروشلم ته داخل شى نو د هغوئ زړونه به همېشه د خوشحالۍ نه ډک وى، او هغوئ به دومره زيات خوشحاله وى چې غم او پرېشانۍ به ترې وتښتى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="36">
				<verse number="1">د حزقياه بادشاه د بادشاهۍ په څوارلسم کال، د اسور بادشاه سينحرب، د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو باندې حمله وکړه او قبضه يې کړل.</verse>
				<verse number="2">بيا د اسور بادشاه خپل مشر آفسر ته حُکم وکړو چې حزقياه بادشاه ته د يو لوئ لښکر سره د لکيس نه يروشلم ته لاړ شى. نو آفسر په هغه سړک ودرېدو چرته به چې دهوبيانو جامې وينځلې، دا د هغه وَلې سره نزدې وو چې په دې کښې د بره ډنډ نه اوبۀ راتلې.</verse>
				<verse number="3">نو د يهوداه درې کسان د هغۀ سره مِلاوېدو له راغلل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چا چې د هغه زمانې تاريخ ليکلو.</verse>
				<verse number="4">د اسور آفسر هغوئ ته ووئيل چې، ”حزقياه ته ووايه چې، لوئ بادشاه د اسور بادشاه وائى چې تۀ په څۀ باندې دومره زړَور يې؟</verse>
				<verse number="5">ستا خيال دا دے څۀ چې تشې خبرې د فوجى طريقه کار او طاقت ځائ نيولے شى؟ د اسوريانو خِلاف په بغاوت کښې به څوک ستا په خيال ستا مدد وکړى؟</verse>
				<verse number="6">تۀ د مِصر نه طمع کوې؟ دا به داسې وى لکه چې د لوخې د پاڼې نه امسا جوړه کړې او چې کله په دې باندې زور واچوې نو دا به ستا لاس غوڅ او زخمى کړى. کله چې څوک د مِصر په بادشاه فِرعون بهروسه وکړى نو هغه هم دغه شان دے.</verse>
				<verse number="7">شايد چې تاسو ووايئ، مونږ په مالِک خُدائ په خپل خُدائ پاک باندې بهروسه لرو. خو دا څنګه کېدے شى؟ ولې چې حزقياه خو د مالِک خُدائ علاقائى عبادتخانې او قربان‌ګاه ختمې کړې، کله چې هغۀ د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووئيل چې صِرف د يروشلم قربان‌ګاه وړاندې عبادت کوئ.</verse>
				<verse number="8">نو اوس راشئ او زمونږ د مالِک د اسور بادشاه سره يوه سودا وکړئ، زۀ به تاسو له دوه زره آسونه درکړم خو کۀ تاسو د دې دپاره دومره سړى پېدا کړل چې په دې باندې سورلى وکړى.</verse>
				<verse number="9">تۀ زما د مالِک د اسور د بادشاه د يو وړوکى آفسر مقابله هم نۀ شې کولے نو بيا د مِصر په جنګى ګاډۍ او آسونو باندې د سوَرو کسانو فائده څۀ؟</verse>
				<verse number="10">ستا خيال دا دے څۀ چې ما د مالِک خُدائ د مدد نه بغېر ستا په مُلک حمله کړې ده او ستا مُلک مې تباه کړے دے؟ ما ته مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې په دې باندې حمله وکړه او تباه يې کړه.“</verse>
				<verse number="11">نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ هغه آفسر ته ووئيل، ”صاحبه، تۀ زمونږ سره په آرامى ژبه کښې خبرې کوه ځکه چې مونږ په دې ښۀ پوهيږو. مونږ سره په عبرانۍ کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې په دېوال باندې ټول خلق دا اورى.“</verse>
				<verse number="12">هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، ”ستاسو خيال دا دے څۀ چې زما بادشاه دا پېغام صرف تاسو او ستاسو بادشاه له رالېږلے دے څۀ؟ نه، زۀ هغه خلقو ته هم وايم کوم چې په دېوال ناست دى. ستاسو په شان به هغوئ هم خپل غُل وخورى او خپلې متيازې به وڅښى.“</verse>
				<verse number="13">بيا هغه آفسر ودرېدو او په عبرانۍ کښې يې آواز وکړو، ”د اسور بادشاه پېغام په کولاو غوږونو واورئ.</verse>
				<verse number="14">هغه تاسو له خبردارے درکوى چې حزقياه مۀ پرېږدئ چې دوکه درکړى. حزقياه تاسو نۀ شى بچ کولے.</verse>
				<verse number="15">او هغه دې تاسو په دې دوکه نۀ کړى چې په مالِک خُدائ يقين وکړئ. دا خيال مۀ کوئ چې مالِک خُدائ به ضرور تاسو بچ کړى او چې هغه به زمونږ اسورى لښکر ستاسو د ښار قبضه کولو نه ايسار کړى.</verse>
				<verse number="16">حزقياه ته غوږ مۀ نيسئ. د اسور بادشاه تاسو له حُکم درکوى چې ما سره صُلح وکړئ د ښار نه راوځئ او ما له راشئ. نو بيا به په تاسو کښې هر يو کس خپلو د انګورو باغونو نه انګور خورئ او د خپلو اينځرانو د ونو نه به اينځر خورئ او د خپلو کُوهو نه به اوبۀ څښئ.</verse>
				<verse number="17">بيا به زۀ راشم او تاسو به يو داسې مُلک ته بوځم لکه چې ستاسو د مُلک په شان به وى، هلته به غله، مے، روټۍ او د انګورو باغونه وى.</verse>
				<verse number="18">حزقياه دې درنه کم عقل جوړ نۀ کړى چې دا خيال مو راولى چې مالِک خُدائ به تاسو بچ کړى. د نورو قومونو خُدايانو د هغوئ مُلکونه د اسور بادشاه نه بچ کړى دى څۀ؟</verse>
				<verse number="19">د حمات او ارفاد خُدايان اوس چرته دى؟ د سفروائم خُدايان چرته دى؟ ولې کوم معبود سامريه زما نه بچ کړے شو څۀ؟</verse>
				<verse number="20">د هر مُلک خُدايانو کله هم خپل مُلک زمونږ د سلطان نه بچ کړے دے څۀ؟ نو بيا تاسو دا سوچ په څۀ باندې کوئ چې مالِک خُدائ به يروشلم زما نه بچ کړى؟“</verse>
				<verse number="21">خو خلق خاموش وُو او يوه خبره يې هم نۀ کوله ځکه چې حزقياه حُکم ورکړے وو چې، ”هغۀ له جواب مۀ ورکوئ.“</verse>
				<verse number="22">نو د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، کوم چې د تاريخ ليکونکو مشر وو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او حزقياه له واپس لاړل. او چې د اسور آفسر هغوئ ته څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="37">
				<verse number="1">څنګه چې حزقياه بادشاه د هغوئ بيان واورېدو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې، د ټاټ جامې يې واغوستلې او د مالِک خُدائ کور ته ننوتو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ د محل مشر آفسر اِلياقيم، د دربار منشى شبناه او مشران اِمامان، د آموص زوئ يشعياه پېغمبر له ولېږل. هغوئ هم د ټاټ جامې اغوستې وې.</verse>
				<verse number="3">هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”حزقياه بادشاه فرمائى، نن د خفګان، ملامتيا او شرم ورځ ده. مونږ د هغه ښځې په شان يُو چې ماشوم يې پېدا کېدونکے وى، خو د پېدا کېدو زور نۀ لرى.</verse>
				<verse number="4">شايد چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه د مشر آفسر خبرې اورېدلې وى څوک چې خپل مالِک د اسور بادشاه رالېږلے وو چې د ژوندى خُدائ پاک په حق کښې يې ګستاخى کړې ده. کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک اورېدلى دى نو کېدے شى چې هغۀ ته د دې سزا ورکړى څۀ چې هغۀ وئيلى دى. نو د هغوئ دپاره دُعا کوئ کوم خلق چې تر اوسه پورې ژوندى پاتې دى.“</verse>
				<verse number="5">کله چې يشعياه ته د حزقياه بادشاه پېغام مِلاو شو،</verse>
				<verse number="6">نو هغۀ دا جواب ورولېږلو، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې کومې خبرې تا اورېدلې دى د هغې په وجه مۀ يرېږه، هغه خبرې چې د اسور بادشاه نوکرانو کړې دى په هغې کښې يې زما، يعنې د مالِک خُدائ ګستاخى کړې ده.</verse>
				<verse number="7">ګوره، زۀ به د هغۀ ذِهن بدل کړم او چې کله هغه يوه افواه واورى نو هغه به خپل مُلک ته راواپس شى، او هلته به يې په تُوره باندې د وژلو سبب وګرځم.“</verse>
				<verse number="8">د اسور مشر آفسر خبر شو چې بادشاه د لکيس نه تلے دے او د لِبناه ښار خِلاف جنګ کوى، نو هغه هلته ورَغلو چې مشوره ترې واخلى.</verse>
				<verse number="9">بيا اسوريانو بادشاه له دا خبر ورورسېدو چې مِصرے لښکر په هغوئ باندې د حملې کولو دپاره راروان دے چې مشرى يې د ايتهوپيا ترهاقه بادشاه کوى. کله چې هغه د دې نه خبر شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه حزقياه له دا پېغام ولېږلو</verse>
				<verse number="10">چې هغۀ ته داسې ووائى، ”په کوم خُدائ چې تاسو يقين کوئ هغۀ تاسو ته وئيلى دى چې يروشلم به زما په قبضه کښې نۀ راځى، خو چې په هغۀ باندې دوکه نۀ شئ.</verse>
				<verse number="11">ګورئ، تاسو ته پته ده چې د اسور بادشاهانو ټولو مُلکونو سره څۀ کړى دى، هغوئ يې مکمل تباه کړى دى، نو تاسو به څنګه خلاص شئ؟</verse>
				<verse number="12">زما پلار نيکۀ د جوزان، حاران او رصف ښارونه تباه کړل، او د بيت‌عدن خلق يې ووژل چې کوم په تلسار کښې اوسېدل، او يو قوم هم خپلو معبودانو بچ نۀ کړے شو.</verse>
				<verse number="13">د حمات، ارفاد، سفروائم، هينع او عِواه ښارونو بادشاهان چرته دى؟“</verse>
				<verse number="14">حزقياه بادشاه د پېغام وړونکو نه خط واخستلو او وې ولوستلو. بيا هغه د مالِک خُدائ کور ته لاړو او خط يې هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو،</verse>
				<verse number="15">او حزقياه مالِک خُدائ ته دُعا وکړه چې،</verse>
				<verse number="16">”اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، ستا تخت د وزرو والا مخلوق دپاسه دے، يواځې تۀ هغه خُدائ پاک يې، چې د دُنيا په ټولو بادشاهانو حکومت کوى. تا زمکه او آسمان پېدا کړى دى.</verse>
				<verse number="17">اوس، مالِکه خُدايه، مونږ ته غوږ ونيسه او چې په مونږ څۀ کيږى هغې ته وګوره. هغه ټولې خبرې واوره چې سينحرب يې ژوندى خُدائ پاک ته د بې‌عزتۍ دپاره کوى.</verse>
				<verse number="18">اے مالِکه خُدايه، دا رښتيا دى چې د اسور بادشاهانو ډېر قومونه تباه کړى دى او د هغوئ زمکې يې شاړې کړې دى،</verse>
				<verse number="19">او د هغوئ معبودان يې سوزولى دى، خو دا رښتينې خُدايان نۀ وُو او تش د لرګى او کاڼى بُتان وُو چې انسانانو جوړ کړى وُو.</verse>
				<verse number="20">نو اوس، اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، مونږ د اسوريانو بادشاه نه بچ کړه، نو داسې د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صرف تۀ خُدائ پاک يې.“</verse>
				<verse number="21">بيا د آموص زوئ يشعياه، حزقياه له يو پېغام ولېږلو چې، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، په دې وجه چې تاسو ما ته د اسور د بادشاه سينحرب په حقله دُعا کړې ده،</verse>
				<verse number="22">دا د مالِک خُدائ کلام دے چې د هغۀ خلاف يې ووئيلو، صيون لور تا ته سپک ګورى او درپورې خندا کوى، پېغله صيون لور د خندا نه سر خوځوى چې کله تاسو تښتئ.</verse>
				<verse number="23">تا چا پورې خندا وکړه او د چا بې‌عزتى دې وکړه؟ تا د چا خلاف آواز اوچت کړو؟ تا چا ته د غرور په نظر وکتل؟ دا د بنى اِسرائيلو مقدس ذات وو.</verse>
				<verse number="24">د خپلو پېغام وړونکو په ذريعه تا د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے. تا دا لافې وهلې چې ما د بې‌شمېره جنګى ګاډو سره د لبنان د ټولو نه اوچت غرونه فتح کړى دى. ما هلته د دِيار لوړې ونې او د نختر ښې ونې راوغورزولې دى او زۀ د ځنګلو هغه ګڼو برخو ته رسېدلے يم.</verse>
				<verse number="25">ما کوهى وکنستل او په پردو مُلکونو کښې مې اوبۀ وڅښلې او زما فوجيانو د پښو سره د نيل درياب اوچ کړو.</verse>
				<verse number="26">ولې تا ته پته نۀ وه چې ما د دې هر څۀ منصوبه ډېره د مخکښې نه جوړه کړې وه؟ او اوس مې داسې وکړل او تا له مې دا طاقت درکړو چې د پَخو دېوالونو ښارونه د خاورو په ډېرو بدل کړې.</verse>
				<verse number="27">کوم خلق چې هلته اوسېدل هغوئ بې‌وسه وُو، هغوئ يرېدلى وُو او مازغو يې کار نۀ کولو. هغوئ د واښو په شان کمزورى وُو، د هغه واښو په شان چې په چت باندې په خپله رازرغون شوى وى او چې کله ګرمه هوا وچليږى نو يک دم مړاوى شى.</verse>
				<verse number="28">خو ما ته ستا د هر څۀ پته ده، چې څۀ کوې او چرته ځې راځې. ما ته پته ده چې تۀ زما خِلاف څومره غضبناک يې.</verse>
				<verse number="29">ستا د غضب او غرور نه زۀ خبر يم او اوس به زۀ ستا په پوزه کښې پېزوان او ستا په خولۀ کښې قيضه واچوم او چې په کومه لار راغلے يې نو په هغې به دې واپس ولېږم.“</verse>
				<verse number="30">بيا يشعياه حزقياه بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ چې څۀ وايم هغه رښتيا دى او دا د هغې ثبوت دے. په دې کال او په بل کال به تۀ صِرف هغه غله خورې کومه به چې په خپله شوې وى، خو په درېم کال به تۀ غله کرې او فصلونه به رېبې او د انګورو باغونه به کرې او د هغې انګور به خورې.</verse>
				<verse number="31">په يهوداه کښې چې کوم کسان ژوندى پاتې دى، نو هغوئ به د هغه بوټو په شان آباد شى چې جرړې يې په زمکه کښې ژورې ځى او مېوه نيسى.</verse>
				<verse number="32">نو ځکه د يروشلم نه به زما باقى ژوندى پاتې خلق راوځى، او د صيون په غرۀ باندې ژوندى پاتې خلق به خوارۀ شى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به دا هر څۀ کوى.</verse>
				<verse number="33">مالِک خُدائ د اسور بادشاه په حقله داسې فرمائيلى دى، هغه به دې ښار ته نۀ ننوځى او نۀ به د دې خِلاف يو غشے وولى. يو فوجى به هم د ډال سره دې ښار ته نزدې رانۀ شى او د دې ګېرچاپېره محاصرې دپاره به د خاورو ډېرى جوړ نۀ کړے شى.</verse>
				<verse number="34">هغه چې په کومه لار راغلے وى نو په هغې به واپس لاړ شى او دې ښار ته به نۀ شى ننوتے. مالِک خُدائ داسې فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="35">زۀ به د خپل ځان او خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره د دې ښار دِفاع او حِفاظت کوم، او دا به بچ کوم.“</verse>
				<verse number="36">په هغه شپه د مالِک خُدائ يوه فرښته د اسوريانو خېمو ته ننوتله او يو سل او پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. او چې کله سحر وختى خلق پاڅېدل نو هر طرف ته مړى پراتۀ وُو.</verse>
				<verse number="37">بيا د اسور بادشاه سينحرب خېمې وويستلې او واپس خپل مُلک ته لاړو. هغه نينوه ته ورسېدو او هلته ايسار شو.</verse>
				<verse number="38">يوه ورځ چې هغۀ د خپل خُدائ نِسروک په عبادتخانه کښې عبادت کولو، نو د هغۀ دوو زامنو ادرمُلِک او شراضر هغه د خپلو تُورو سره ووژلو او هغوئ بيا د اراراط مُلک ته وتښتېدل. د هغۀ يو بل زوئ اسرحدون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="38">
				<verse number="1">په هغه ورځو کښې حزقياه بادشاه دومره بيمار شو چې مرګى حاله شو. د آموص زوئ يشعياه پېغمبر هغۀ سره مِلاوېدو له ورَغلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې تۀ خپل کارونه سر ته ورسوه ځکه چې تۀ به نۀ ښۀ کېږې. د مرګ تيارے وکړه.“</verse>
				<verse number="2">د دې اورېدو سره حزقياه مخ دېوال ته واړولو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو،</verse>
				<verse number="3">”مالِکه خُدايه، هغه راياد کړه، چې ما په وفادارۍ سره ستا خِدمت کړے دے او هغه عمل مې کړے دے چې ستا په نظر کښې صحيح وى.“ او هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل.</verse>
				<verse number="4">بيا د مالِک خُدائ کلام په يشعياه نازل شو چې،</verse>
				<verse number="5">”حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلى دى. زۀ به تا پينځلس کاله نور ژوندے وساتم.</verse>
				<verse number="6">او زۀ به تا او د يروشلم دا ښار د اسور بادشاه نه بچ کړم او هم زۀ به د دې ښار حِفاظت کوم.“</verse>
				<verse number="7">دا پېغام يې حزقياه ته واورولو او يشعياه ورته دا هم وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به درته يوه نښه وښائى چې هغه به خپله وعده پوره کوى.</verse>
				<verse number="8">ګوره، زۀ به د احاز د نمر د ګړۍ سورے لس قدمه وروستو بوځم.“ نو هم داسې وشول سورے لس قدمه وروستو لاړو.</verse>
				<verse number="9">کله چې حزقياه د بيمارۍ نه روغ شو، نو هغۀ دا حمد‌و‌ثناء وليکل،</verse>
				<verse number="10">ما وئيل چې د ژوند په ښۀ دور کښې زۀ د مړو دُنيا ته روان يم، زما د ژوند باقى ټول کالونه زما نه اخستے شوى دى.</verse>
				<verse number="11">ما وئيل چې د ژوندو په دې دُنيا کښې به زۀ بيا هيڅکله مالِک خُدائ ونۀ وينم او نۀ به د دې دُنيا په اوسېدونکو کښې يو سړے ووينم.</verse>
				<verse number="12">زما ژوند په ختمېدو وو، د شپانو د هغه خېمې په شان چې راکوزه کړے شوې وى، د هغه قالين په شان چې مکمل کړے شوے وى او د کډۍ نه کټ کړے شوے وى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى.</verse>
				<verse number="13">ټوله شپه ما د درد په وجه چغې وهلې، دا داسې وُو لکه چې زمرے زما هډُوکى ماتوى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى.</verse>
				<verse number="14">زما آواز نرے او کمزورے شوے وو، د طوطاګرکى او بلبلې په شان مې چينګارے کولو، او د ګوګوشتکې په آواز مې فرياد کولو. آسمان ته په کتلو سره زما سترګې ستړې شوې. اے مالِکه خُدايه، په ما باندې ظلم کيږى. زما مدد وکړه.</verse>
				<verse number="15">خو زۀ څۀ وئيلے شم؟ مالِک خُدائ ما سره خبرې کړې دى او هغۀ دا هر څۀ په ما پخپله کړى دى. اوس به زۀ خپل ژوند په عاجزۍ سره تېروم ځکه چې زۀ په دې پرېشانۍ باندې غالب شوے يم.</verse>
				<verse number="16">اے مالِکه خُدايه، ستا تنبيه ښۀ ده، ځکه چې هم دا انسان د صحت او ژوند طرف ته بوځى. تۀ ما روغ کړه او ژوندے مې پرېږده.</verse>
				<verse number="17">يقيناً چې دا سختى زما دپاره ښۀ وه. ځکه چې تا زۀ د مرګ نه بچ کړم او زما ټول ګناهونه دې شاته وغورزول.</verse>
				<verse number="18">خو په قبر کښې هيڅ څوک ستا ثناء صِفت نۀ شى کولے، مړى ستا د وفادارۍ طمع نۀ شى لرلے.</verse>
				<verse number="19">صرف ژوندى ستا ثناء صِفت کولے شى، لکه څنګه چې زۀ نن ستا ثناء صِفت کوم. پلار خپلو بچو ته ستا وفادارى ښائى.</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ زما روغولو ته تيار دے. مونږ به رباب غږوو او ستا ثناء صِفت به کوُو، او چې ترڅو پورې مونږ ژوندى يُو نو ستا په کور کښې به ستا ثناء صِفت کوُو.</verse>
				<verse number="21">يشعياه د حزقياه نوکرانو ته فرمائيلى وُو، ”د اينځر نه مرهم جوړ کړئ او په ناسور يعنې دانه يې ورله وتړئ، نو هغه به روغ شى.“</verse>
				<verse number="22">او حزقياه تپوس کړے وو، ”کومه نښه به دا ثابته کړى چې زۀ به بيا د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="39">
				<verse number="1">تقريباً هم په هغه وخت د بابل بادشاه د بلدان زوئ مرودک‌بلدان خبر شو چې حزقياه بادشاه بيمار وو او اوس روغ شوے دے، نو مرودک‌بلدان ورله يو خط او يوه تُحفه ولېږله.</verse>
				<verse number="2">حزقياه پېغام وړونکو ته په خېر راغلے ووئيل او هغوئ ته يې خپل سپين زر، سرۀ زر، خپلې مصالحې او قيمتى تېل او ټول فوجى سامان او وسله وښودل. د هغۀ د ګودام په کوټو کښې يا د هغۀ د بادشاهۍ په بل ځائ کښې هم داسې څۀ پاتې نۀ شول چې هغۀ ورته ښودلى نۀ وُو.</verse>
				<verse number="3">بيا يشعياه پېغمبر حزقياه بادشاه له لاړو او تپوس يې ترې نه وکړو چې، ”دا سړى د کوم ځائ نه راغلى دى او هغوئ تا ته څۀ ووئيل؟“ حزقياه ورته وفرمائيل، ”هغوئ د يو لرې مُلک، بابل نه راغلى دى.“</verse>
				<verse number="4">هغۀ ورته وفرمائيل، ”هغوئ په محل کښې څۀ وليدل؟“ حزقياه ورته وفرمائيل چې، ”هغوئ هر څۀ وليدل. د ګودام په کوټو کښې داسې څۀ نشته چې ما ورته ښودلى نۀ وى.“</verse>
				<verse number="5">بيا يشعياه بادشاه ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى،</verse>
				<verse number="6">يو داسې وخت راروان دے چې ستا په محل کښې هر يو څيز، چې ستا پلار نيکۀ تر ننه پورې جمع کړى دى، نو هغه به بابل ته يوړے شى. هيڅ به هم پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="7">ستا د خپل اولاد نه به څۀ بوتلے شى او هغوئ به د دې دپاره خصيان کړے شى چې د بابل بادشاه په محل کښې خِدمت کوى.“</verse>
				<verse number="8">نو حزقياه بادشاه د دې په مطلب پوهه شو چې د هغۀ په ټول ژوند کښې به امن او سلامتيا وى، نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تا چې ما له د مالِک خُدائ نه کوم پېغام راوړے دے هغه ښۀ دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="40">
				<verse number="1">خُدائ پاک فرمائى، ”زما خلقو له تسلى ورکړئ، زما خلقو له تسلى ورکړئ.</verse>
				<verse number="2">د يروشلم خلقو سره ډيرې په نرمه ژبه خبرې کوئ. او هغوئ ته ووايئ چې ستاسو د خفګان ورځې ختمې شوې او اوس ستاسو ګناهونه معاف شوى دى. ځکه چې د مالِک خُدائ د لاسه هغوئ ته د خپلو ګناهونو يو په دوه سزا مِلاو شوې ده.“</verse>
				<verse number="3">په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے، ”د مالِک خُدائ دپاره په بيابان کښې لار جوړه کړئ. په صحرا کښې هغۀ ته لارې نېغې کړئ.</verse>
				<verse number="4">هره دره به ډکه شى، هره غونډۍ او غر به هوار شى. کاږۀ به نېغ کړے شى، او ناهمواره به هواره کړے شى.</verse>
				<verse number="5">نو د مالِک خُدائ جلال به راڅرګند شى، او ټول بنى آدم به هغه په شريکه وګورى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.“</verse>
				<verse number="6">يو آواز ووئيل، ”چغه ووهه.“ نو ما تپوس وکړو، ”زۀ څۀ چغه ووهم؟“ دا چې بنى آدم د واښو په شان دى، او د هغوئ ښائست د ځنګلى ګل په شان دے.</verse>
				<verse number="7">کله چې د مالِک خُدائ هوا وچليږى نو واښۀ اوچ شى او ګلونه مړاوى شى، نو داسې دا د خلقو دپاره هم ده.</verse>
				<verse number="8">نو، واښۀ اوچ شى او ګلونه مړاوى شى، خو د مالِک خُدائ کلام د همېشه دپاره قائم وى.</verse>
				<verse number="9">اے صيونه، يو اوچت غر ته وخېژه او اعلان وکړه. اے يروشلمه، د اوچت آواز سره چغه ووهه، او يرېږئ مۀ. د يهوداه ښاريې ته ووايئ چې، ”ستاسو خُدائ پاک دا دے راروان دے.“</verse>
				<verse number="10">ګورئ، مالِک خُدائ تعالىٰ لوئ قدرت سره راروان دے، هغه به د طاقت سره حکومت وکړى، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے او د هغۀ انعام د هغۀ نه مخکښې مخکښې روان دے.</verse>
				<verse number="11">هغه به د يو شپون په شان د خپلو ګډو ساتنه کوى، هغه به ګډُورى په خپل غېږ کښې وړى او زړۀ سره به يې نزدې نيولى وى او ګډې به يې ډېر په خيال سره ځان سره روانې کړې وى.</verse>
				<verse number="12">سمندر څوک په موټى کښې نيولے شى، يا څوک آسمان د لاسونو په ذريعه ناپ کولے شى؟ د زمکې د خاورې وزن چا معلوم کړے دے يا څوک په تله غرونه او د غرونو غونډۍ تللے شى؟</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ ته څوک ښودلے شى چې داسې کوه؟ هغۀ ته څوک ښودنه کولے شى يا مشوره ورکولے شى؟</verse>
				<verse number="14">ولې مالِک خُدائ ته د چا د مشورې ضرورت وى څۀ؟ چې ورته پوهه ورکړى او د صحيح کارونو طريقه ورته وښائى؟ يا کله چا هغۀ ته عِلم ورکړے دے چې د ښۀ عِلم تېرولو چل ورته وښائى؟</verse>
				<verse number="15">نه، يقيناً چې قومونه د مالِک خُدائ دپاره هيڅ هم نۀ دى، په بالټى کښې د اوبو د يو څاڅکى يا په تله کښې د دوړې نه زيات نۀ دى، هغه ټوله دُنيا داسې اوچتوى لکه چې د شګې يوه دانه وى.</verse>
				<verse number="16">د لبنان په ځنګلو کښې ټول ځناور خُدائ پاک ته د قربانى کېدو دپاره لږ دى، او د دې ځنګلونو ونې د سوزېدونکو نذرانو د اور بلولو دپاره ډېرې کمې دى.</verse>
				<verse number="17">د هغۀ په وړاندې ټول قومونه هيڅ هم نۀ دى، د هغۀ په نظر کښې هغوئ نشت دى، هيڅ څيز هم نۀ دى.</verse>
				<verse number="18">د خُدائ پاک مثال د چا سره ورکولے شى؟ تۀ به څنګه ووائې چې د هغۀ صورت څنګه دے؟</verse>
				<verse number="19">کاريګر خو اول بُت جوړ کړى، بيا زرګر په هغې باندې سرۀ زر وخېژوى او د سپينو زرو په زنځيرونو باندې يې ښائسته کړى.</verse>
				<verse number="20">کوم سړے چې سرۀ زر يا سپين زر نۀ شى اخستلے هغه به داسې لرګى خوښوى چې نۀ ورَستيږى. هغه يو ماهِر کاريګر لټوى چې يو داسې بُت جوړ کړى چې نۀ غورزيږى.</verse>
				<verse number="21">تا ته پته نشته څۀ؟ تا نۀ دى اورېدلى څۀ؟ تا ته د شروع نه نۀ وُو وئيلے شوى څۀ؟ د دُنيا د شروع نه واخله تر اوسه پورې تۀ پوهه نۀ شوې؟</verse>
				<verse number="22">خُدائ پاک د زمکې نه بره په خپل تخت ناست دے، او هلته نه خلق لکه د مُلخانو په شان ښکارى. هغۀ آسمان د پردى په شان خور کړے دے، د هغه خېمې په شان چې د اوسېدو دپاره وى.</verse>
				<verse number="23">هغه طاقتور حکمرانان راټيټوى او په نشت باندې يې بدلوى.</verse>
				<verse number="24">هغوئ د وړو بوټو په شان دى، چې اوس اوس راشنۀ شوى وى او لږې لږې جرړې يې کړې وى. کله چې مالِک خُدائ هوا راولېږى، نو دا اوچې شى او د خسڼى په شان والوځى.</verse>
				<verse number="25">د هغه مقدس ذات مثال د چا سره ورکولے شى؟ د هغۀ په شان بل څوک شته؟</verse>
				<verse number="26">آسمان ته وګوره. تا له چې په نظر کوم ستورى راځى دا چا پېدا کړى دى؟ دا هغه ذات دے چې دا يې د لښکر په شان روان کړى دى، هغۀ ته پته ده چې دا ستورى څومره دى او هر يو ته خپل خپل نوم اخلى. د هغۀ قوت دومره زيات دے، چې د دې نه يو هم نۀ دے کم شوے.</verse>
				<verse number="27">نو اے بنى اِسرائيلو، تاسو شکايت ولې کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو په تکليفونو باندې خبر نۀ دے يا چې ستاسو سره بې‌اِنصافى کيږى نو تاسو وايئ چې هغه ستاسو خيال نۀ ساتى؟</verse>
				<verse number="28">تاسو ته پته نشته څۀ؟ تاسو اورېدلى نۀ دى؟ چې مالِک خُدائ د همېشه دپاره خُدائ پاک دے، هغۀ ټوله دُنيا پېدا کړې ده. هغه هيڅکله نۀ ستړے کيږى او نۀ ستومانه کيږى. او د هغۀ د حکمت خاتمه نشته.</verse>
				<verse number="29">هغه کمزورو او ستړو له طاقت ورکوى.</verse>
				<verse number="30">نو ځوانان هم ستړى ستومانه شى، او خراب راوغورزيږى.</verse>
				<verse number="31">خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى. هغوئ به داسې اوچت الوځى لکه چې د باز وزر ورته لګېدلى وى، هغوئ به منډه وهى او نۀ به ستړى کيږى، هغوئ به پېدل ګرځى او نۀ به ستومانه کيږى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="41">
				<verse number="1">اے د لرې مُلکونو خلقو، خاموشۍ سره ما ته غوږ ونيسئ. تيار شئ چې په عدالت کښې خپله مقدمه پېش کړئ، تاسو ته به د خبرو کولو موقع مِلاو شى. راځئ چې په يو ځائ دا فېصله وکړُو چې څوک په حقه دى.</verse>
				<verse number="2">هغه څوک وو چا چې فتح کوونکے د نمرخاتۀ نه راوستلو، او چې چرته هم تلو نو هغۀ له به يې فتح ورکوله؟ هغۀ له به په قومونو او بادشاهانو چا فتح ورکوله؟ د هغۀ تُورې به هغوئ داسې وهل لکه چې خاوره وى. د هغۀ غشو به هغوئ د بوسو په شان خوارۀ وارۀ کړل.</verse>
				<verse number="3">هغه ورپسې دے او ښۀ په خېر سره روان دے، دومره تېز دے چې پښې يې په زمکه پوره نۀ لګيږى.</verse>
				<verse number="4">هغه څوک دے چې داسې يې وکړل؟ څوک دے چې د شروع پيړۍ په پيړۍ آوازونه کوى؟ زۀ، مالِک خُدائ د ابتدا نه موجود يم، او په انتها کښې به هم موجود يم.</verse>
				<verse number="5">د لرې مُلکونو خلقو دا ليدلى دى او يرېدلې دى، د دُنيا لرې علاقې لړزيږى. او هغوئ يو بل ته راجخت شى او رانزدې شى.</verse>
				<verse number="6">هغوئ د يو بل مدد کوى او يو بل ته وائى چې، ”حوصله وکړئ.“</verse>
				<verse number="7">ترکاڼ د زرګر حوصله افزائى کوى، او څوک چې بُت په ټکولو باندې هواروى د هغه سړى حوصله افزائى کوى څوک چې دا په مېخونو يو ځائ کوى او وائى، ”اوس ټيک دے.“ او بيا دا بُت هغوئ په مېخونو باندې مضبوطوى چې ونۀ غورزيږى.</verse>
				<verse number="8">خو اے زما خِدمتګاره، بنى اِسرائيله، زما د دوست اِبراهيم اولاده. تاسو هغه خلق يئ چې ما غوره کړى يئ،</verse>
				<verse number="9">تاسو ما د دُنيا د سرونو نه راوستلئ، ما تاسو د دې لرې ګوټونو نه راوغوښتلئ او ما تاسو ته وفرمائيل، ”تاسو زما خِدمت کوونکى يئ. ما تاسو غوره کړئ او رد مې نۀ کړئ.“</verse>
				<verse number="10">يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.</verse>
				<verse number="11">څوک چې تاسو ته غصه وى نو د شکست د شرم سره به مخ شى. څوک چې درسره جنګ کوى نو هغوئ به نيست و نابود شى.</verse>
				<verse number="12">تاسو به هغه ظالمان دشمنان لټوئ، خو پېدا به يې نۀ کړئ ځکه چې هغوئ به د زمکې د مخ نه ورک شى.</verse>
				<verse number="13">زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ تاسو تکړه کوم او درته وايم چې، ”مۀ يرېږئ، زۀ به ستاسو مدد کوم.“</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو واړۀ او کمزورى يئ، خو يرېږئ مه، زۀ به ستاسو مدد کوم. زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم، زۀ هغه هستى يم څوک چې تاسو بچ کوى.</verse>
				<verse number="15">ګورئ، زۀ به تاسو د درمند د تختې په شان جوړ کړم، چې غاښونه يې تېرۀ وى. تاسو به غرونه ذرې ذرې کوئ او تباه کوئ به يې، د غرونو غونډۍ به لکه د بوسو په شان شى.</verse>
				<verse number="16">تاسو به دا هوا ته وُلئ، باد به دا اخوا وړى، او طوفان به يې خوارۀ وارۀ کوى. نو بيا به تاسو خوشحاله يئ ځکه چې زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم، تاسو به زما ثناء صِفت کوئ، ځکه چې زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم.</verse>
				<verse number="17">کله چې غريبانان او ضرورتمند اوبۀ لټوى، خو مومى يې نه، او د هغوئ مرۍ د تندې نه اوچې شى، نو بيا به زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ سوال قبول کړم، زۀ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک به هغوئ هيڅکله پرې نۀ ږدم.</verse>
				<verse number="18">زۀ به د خُشکو غرونو په مينځ کښې سيندونه روان کړم او په واديانو کښې به د اوبو چينې روانې کړم. زۀ به صحرا د اوبو په تالابونو بدله کړم او اوچه زمکه به په بهېدونکو چينو بدله کړم.</verse>
				<verse number="19">زۀ به په صحرا کښې د دِيار ونې راشنې کړم، او د کيکر، د سر درو ونې او د زيتُونو ونې به راشنې کړم. په خُشک مُلک کښې به ځنګل راوټوکيږى، د نخترو، د صُندل د ونو او د سبر ونو ځنګل به راوټوکيږى.</verse>
				<verse number="20">زۀ به دا د دې دپاره کوم چې خلق دا وګورى او پوهه شى، چې هغوئ پرې غور وکړى او پته ورته ولګى چې د مالِک خُدائ قوت دا کړى دى. او د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دا پېدا کړى دى.“</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ فرمائى، ”تاسو د خپلو معبودانو په حق کښې معامله وړاندې کړئ.“ د اِسرائيل بادشاه فرمائى، ”خپل ښۀ دليلونه پېش کړئ.</verse>
				<verse number="22">راشئ او پېشګوئې ورکړئ چې څۀ به کيږى، نو چې پته راته ولګى کله به داسې وشى. عدالت ته د تېرې زمانې واقعاتو وضاحت وکړئ، او مونږ ته ووايئ چې د دې څۀ مطلب دے.</verse>
				<verse number="23">مونږ ته ووايئ چې په راتلونکى وخت کښې به څۀ کيږى، نو بيا به مونږ ته پته ولګى چې تاسو خدايان يئ. څۀ نه څۀ خو وکړئ کنه کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد، چې مونږ ګبراؤ شُو او ويريږو.</verse>
				<verse number="24">خو تاسو هيڅ هم نۀ يئ او ستاسو کار هم فضول دے، څوک چې تاسو غوره کړى هغوئ د نفرت قابل دى.</verse>
				<verse number="25">ما يو سړے د شمال طرف نه راپارولے دے نو هغه راروان دے، هغه زما د نوم درناوے کوى او هغه د نمرخاتۀ طرف نه راروان دے. هغه به په حکمرانانو داسې ګرځى لکه چې په خټو ګرځى داسې لکه چې کُلال په خټه پښې ږدى.</verse>
				<verse number="26">د شروع نه چا دا اعلان وکړو نو چې مونږ ته به پته وے؟ د اول نه چا د دې پېشګوئې وکړه چې مونږ ووايو چې هغه صحيح دے؟ هيچا هم د دې اعلان او پېشګوئې نۀ ده کړې. هيچا هم ستا يوه خبره هم نۀ ده اورېدلې.</verse>
				<verse number="27">اول ما صيون ته د دې اعلان وکړو، او ما يروشلم ته د خوشخبرۍ پېغام وړُونکى ولېږل.</verse>
				<verse number="28">خو ما په معبودانو کښې داسې يو هم ونۀ ليدلو چې ما له مشوره راکړى، او په دوئ کښې يو هم نشته چې زما د سوال جواب راکړى.</verse>
				<verse number="29">ګورئ، دا ټول معبودان بې‌کاره دى، هغوئ هيڅ هم نۀ شى کولے، دا بُتان هسې تش کدوان دى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="42">
				<verse number="1">دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى.</verse>
				<verse number="2">هغه به نۀ جنګ کوى، نۀ شور، او نۀ به په کوڅو کښې د هغۀ آواز اورېدے شى.</verse>
				<verse number="3">هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى. هغه به په وفادارۍ سره اِنصاف قائم ساتى.</verse>
				<verse number="4">هغه به نۀ بې‌حوصلې کيږى او نۀ به نااُميده کيږى، هغه به په زمکه اِنصاف قائم کړى. لرې لرې مُلکونه به د هغۀ د تعليماتو په انتظار وى.</verse>
				<verse number="5">خُدائ پاک آسمانونه پېدا کړل او خوارۀ يې کړل، هغۀ زمکه او چې په دې کښې هر څۀ اوسيږى هغه يې پېدا کړل، هغۀ د زمکې ټولو خلقو له ساه او ژوند ورکړو. او اوس خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى ته وائى،</verse>
				<verse number="6">”ما، مالِک خُدائ صداقت سره راوغوښتې، زۀ به تا د لاس نه ونيسم او محفوظ به دې ساتم. ستا په ذريعه به زۀ د ټولو خلقو سره يو لوظ وکړم، او ستا په ذريعه به زۀ قومونو له رڼا راوړم.</verse>
				<verse number="7">تۀ به د ړندو سترګې وغړوې او هغه خلق به آزاد کړې چې کوم د قېدخانې په تيارۀ کښې پراتۀ دى.</verse>
				<verse number="8">زۀ مالِک خُدائ يم. او هم دا زما نوم دے. زۀ به خپل جلال بل هيچا ته نۀ ورکوم، او زما په ثناء صِفت کښې به بُتانو ته هيڅ برخه نۀ ملاويږى.</verse>
				<verse number="9">ما چې د کومو خبرو پېشګوئې کړې وه هغه رښتيا شوې دى. او اوس زۀ تاسو ته د نوؤ واقعو اعلان کوم. اوس به زۀ تاسو ته نوى څيزونه وښايم چې دا لا شوى هم نۀ وى.“</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ ته يو نوے حمد ووايئ، اے ټولې دُنيا، د هغۀ ثناء صِفت بيان کړئ. اے په سمندر کښې مسافرانو او د سمندر ټول مخلوقه، د هغۀ ثناء صِفت کوئ. اے لرې مُلکونو او په هغې کښې اوسېدونکو خلقو، د هغۀ حمد ووايئ.</verse>
				<verse number="11">صحرا او د دې ښارونه دې د خُدائ پاک ثناء صِفت کوى، د قيدار د کلو خلق دې د هغۀ ثناء صِفت کوى. او څوک چې د سلع په ښار کښې اوسيږى هغوئ دې د غرونو د سرونو نه د خوشحالۍ چغې ووهى.</verse>
				<verse number="12">کوم خلق چې په لرې مُلکونو کښې اوسيږى هغوئ دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت او جلال بيان کړى.</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ د يو جنګيالى په شان جنګ له ځى، هغه به لکه د فوجى په شان جذبه کښې راشى او د جنګ نعرې به وهى او د خپلو دشمنانو خِلاف به خپل طاقت ښائى.</verse>
				<verse number="14">خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ د ډېر وخت نه خاموش وم، زۀ د ډېر وخت نه چپ وم نو غږ مې نۀ کولو. خو اوس زۀ د داسې ښځې په شان يم چې فرياد کوى او چغې وهى لکه چې ماشوم يې پېدا کيږى او ساه ساه يم.</verse>
				<verse number="15">زۀ به غرونه او د غرونو غونډۍ تباه کړم او واښۀ او ونې به اوچې کړم. زۀ به د سيندونو نه اوچې زمکې جوړې کړم او د اوبو تالابونه به يې اوچ کړم.</verse>
				<verse number="16">زۀ به خپل ړاندۀ خلق روان کړم په هغه لار به يې بوځم چې هغوئ پرې هيڅکله سفر نۀ وى کړے. زۀ به د هغوئ وړاندې تيارۀ په رڼا بدله کړم او د هغوئ مخې ته هغه کندې کَپرې زمکه به هواره کړم. دا زما وعدې دى، او دا وعدې به زۀ پوره کړم.</verse>
				<verse number="17">خو هر څوک چې په بُتانو ايمان لرى، او ورته وائى چې تاسو زمونږ خُدايان يئ، نو هغوئ به سخت وشرميږى او رد به کړے شى.“</verse>
				<verse number="18">اے کڼو خلقو، واورئ. اے ړندو خلقو، ښۀ وګورئ.</verse>
				<verse number="19">زما د خِدمت کوونکى په شان ړوند څوک دے؟ زما د پېغمبر په شان کُوڼ څوک دے څوک چې زۀ درلېږم؟ اګر چې ما هغۀ سره لوظ کړے دے خو بيا هم د مالِک خُدائ د خادِم په شان ړوند څوک نشته.</verse>
				<verse number="20">اګر چې تاسو ډېر څۀ ليدلى دى، خو تاسو څۀ توجو نۀ ده ورکړې، اګر چې ستاسو غوږونه خبره واورى، خو تاسو يې نه اورئ.</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ د خپل صداقت د خاطره خوشحاله وو، چې خپل شريعت لوئ کړى او جلال ورکړى.</verse>
				<verse number="22">خو اوس د هغۀ خلق لوټ کړے شوى او شوکېدلى دى، هغوئ ټول په کندو کښې ګېر کړے شوى دى او په قېدخانو کښې اچولے شوى دى. هغوئ نه د لوټ مال جوړ شوے دے، خو د هغوئ بچ کولو له هيڅ څوک هم رانۀ غلل. هغوئ نيولے شوى دى خو هيچا هم ونۀ وئيل چې، ”دوئ واپس کړئ.“</verse>
				<verse number="23">په تاسو کښې به څوک دې ته غوږ ونيسى؟ د راتلونکى وخت دپاره به څوک دې ته پام وکړى؟</verse>
				<verse number="24">اِسرائيليان لوټ مارانو او ډاکوانو ته چا حواله کړل؟ ولې دا مالِک خُدائ ونۀ کړل، د چا خِلاف چې مونږ ګناه کړې ده؟ هغوئ د هغۀ په لاره باندې تلو نه اِنکار وکړو، هغوئ د هغۀ د شريعت نافرمانى وکړه.</verse>
				<verse number="25">نو په دې وجه هغۀ هغوئ ته د خپلې غصې زور وښودلو او د جنګ سختى يې ورباندې راوسته. د هغۀ غصه په ټول اِسرائيل کښې د اور په شان بلېده، خو هغوئ ته هيڅ پته نۀ لګېده چې څۀ کيږى، دا د هغوئ خلاف بلېده خو هغوئ ترېنه هيڅ سبق وانۀ خستو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="43">
				<verse number="1">اے بنى اِسرائيلو، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو پېدا کړى يئ هغه فرمائى چې، ”يرېږئ مه، ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ.</verse>
				<verse number="2">کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.</verse>
				<verse number="3">زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ د بنى اِسرائيلو هغه مقدس ذات يم، چې ستاسو خلاصونکے يم. ستاسو د آزادولو دپاره زۀ مِصر ورکوم، ستا په ځائ زۀ ايتهوپيا او سِيبا ورکوم.</verse>
				<verse number="4">زما په نظر کښې تاسو قيمتى او عزتمند يئ، او تاسو په ما ګران يئ. نو په دې وجه به زۀ ستاسو په ځائ خلق ورکړم او ستاسو د ژوند په بدله کښې به زۀ قومونه ورکړم.</verse>
				<verse number="5">يرېږئ مه، زۀ ستاسو مل يم. زۀ به تاسو او ستاسو خلق د نمرخاتۀ طرف نه او د نمرپرېواتۀ طرف نه راغونډ کړم.</verse>
				<verse number="6">زۀ به شمال ته ووايم چې هغوئ پرېږده چې لاړ شى او جنوب ته به ووايم چې هغوئ مۀ ايساروه. زما زامن د لرې مُلکونو نه واپس راوله، زما لوڼه د زمکې د هر سر نه واپس راوله.</verse>
				<verse number="7">هغه څوک چې زما خپل خلق دى، کوم چې ما د دې دپاره پېدا کړى دى چې زما د جلال سبب جوړ شى.“</verse>
				<verse number="8">هغه خلق راولئ د چا چې سترګې شته، خو هغوئ ړاندۀ دى، د چا چې غوږونه شته، خو هغوئ کاڼۀ دى.</verse>
				<verse number="9">قومونه دې راغونډ شى. د هغوئ د معبودانو نه کوم يو د راتلونکى وخت پېشګوئې ورکولے شى؟ چې څۀ اوس کيږى نو کوم يو د دې په حقله مخکښې وئيلى وُو؟ هغه معبودان دې د دې ګواهان راولى چې دا ثابت شى چې هغوئ په حقه دى، او چې ګواهى ورکړى چې د هغوئ خبرې رښتيا دى.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما ګواهان يئ، زما خِدمت کوونکى يئ او ما غوره کړى يئ چې تاسو ما وپېژنئ او په ما به ايمان ولرئ او پته درته ولګى چې صرف زۀ خُدائ پاک يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نۀ د دې نه مخکښې وو او نۀ به د دې نه وروستو وى.</verse>
				<verse number="11">زۀ، صرف زۀ مالِک خُدائ يم، او زما نه بغېر بل څوک خلاصونکے نشته.</verse>
				<verse number="12">هم ما ستاسو د خلاصون اعلان وکړو او تاسو ته مې خلاصون درکړو، او دُنيا ته مې ښکاره کړو. او ستاسو په مينځ کښې بل يو غېر معبود هم داسې څۀ نۀ دى کړى، څۀ چې ما کړى دى.“ مالِک خُدائ فرمائى، ”تاسو زما ګواهان يئ چې زۀ خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="13">زۀ خُدائ پاک يم او د همېشه دپاره به يم. زما د طاقت نه هيڅ څوک هم نۀ شى بچ کېدلے، زۀ چې کوم کار کوم نو هغه څوک ايسارولے شى؟“</verse>
				<verse number="14">د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو بچ کړئ هغه فرمائى، ”ستاسو د بچ کولو دپاره، زۀ به د بابل خِلاف يو لښکر درولېږم، زۀ به د ښار دروازې راوغورزوم، او د دې د خلقو د خوشحالۍ چغې به په ژړا بدلې شى.</verse>
				<verse number="15">زۀ مالِک خُدائ، ستاسو مقدس خُدائ پاک يم. زۀ د بنى اِسرائيلو خالق ستاسو بادشاه يم.“</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په سمندر کښې يوه لار جوړه کړه، او د زورَورو اوبو په مينځ کښې مې يوه لار جوړه کړه.“</verse>
				<verse number="17">هغۀ يو طاقتور لښکر د تباهۍ طرف ته بوتلو، يو داسې لښکر چې جنګى ګاډۍ او آسونه يې لرل. هغوئ پرېوتل او بيا را پا نۀ څېدل، او د ډيوې د لمبې په شان ختم شول.</verse>
				<verse number="18">”د تېر شوى وخت په واقعاتو پورې مۀ انښلئ او چې څۀ وړاندې شوى وى نو د هغې خيال د زړۀ نۀ وباسئ.</verse>
				<verse number="19">زۀ چې کوم نوى کارونه کوم نو هغې ته ګورئ. هغه اوس شروع کېدو والا دى، تاسو يې نۀ وينئ څۀ؟ زۀ به په بيابان کښې يوه لار جوړه کړم او هلته به د اوبو نِهرونه جوړ کړم.</verse>
				<verse number="20">ځنګلى ځناور، ګيدړان او شتر‌مرغ به زما درناوے کوى، ځکه چې زۀ به په بيابان کښې اوبۀ ورکوم او په صحرا کښې به سيندونه روان کړم د دې دپاره چې خپلو خلقو له اوبۀ ورکړم.</verse>
				<verse number="21">دا هغه خلق دى څوک چې ما د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى، چې هغوئ زما ثناء صِفت وکړى.“</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، ستاسو زړۀ زما نه موړ شوے دے، او تاسو زما عبادت ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="23">تاسو ما له د ګډو خپلې سوزېدونکې نذرانې رانۀ وړلې، تاسو د قربانو سره زما درناوے ونۀ کړو. په تاسو مې بوج وانۀ چولو چې نذرانې مې درنه غوښتے وے او تنګ مې نۀ کړئ چې خوشبودارې مصالحې مې درنه غوښتے وے.</verse>
				<verse number="24">تاسو زما دپاره خوشبودارې مصالحې وانۀ خستلې او نۀ مو د خپلو ځناورو د وازګې سره خوشحاله کړم. خو تاسو په ما باندې ستاسو د ګناهونو بوج کېښودو، تاسو چې کوم بد عمل کړے دے د هغې په وجه مو تنګ کړے يم.</verse>
				<verse number="25">آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.</verse>
				<verse number="26">راځئ چې عدالت ته لاړ شُو، خپل اِعتراض بيان کړئ. خپله خبره پېش کړئ چې ثابته شى چې تاسو په حقه يئ.</verse>
				<verse number="27">ستاسو پلار نيکۀ ګناه وکړه، او ستاسو مشرانو زما خِلاف بغاوت وکړو،</verse>
				<verse number="28">نو په دې وجه به زۀ د مقدس ځائ مشران رسوا کړم او زۀ به بنى اِسرائيليان مکمل تباهۍ او شرم دپاره مخصوص کړم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="44">
				<verse number="1">مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، زما خِدمت کوونکو، اے د يعقوب اولاده، اے زما غوره کړے شوو خلقو اوس ماته غوږ ونيسئ.</verse>
				<verse number="2">زۀ هغه مالِک خُدائ يم چا چې تاسو پېدا کړى يئ، د کوم وخت نه چې تاسو پېدا شوى يئ نو زۀ ستاسو مدد کوم. اے يعقوبه زما خادِمه، يرېږه مه، اے بنى اِسرائيله، تۀ ما غوره کړے يې، يرېږه مه.</verse>
				<verse number="3">زۀ به تږى مُلک له اوبۀ ورکړم او په اوچه زمکه به نِهرونه روان کړم. زۀ به ستاسو په بچو خپل روح نازل کړم او ستاسو په اولاد به خپل برکتونه نازل کړم.</verse>
				<verse number="4">هغوئ به د داسې واښو په شان ترقى کوى چې سيرابه وى، د هغه خاروَلو ونو په شان چې د اوبو د روانو نِهرونو په غاړه شوې وى.</verse>
				<verse number="5">خلق به وار په وار وائى چې، زۀ د مالِک خُدائ يم. هغوئ به راشى چې د بنى اِسرائيلو سره ملګرى شى. په هغوئ کښې به ځينې په خپل لاس د مالِک خُدائ نوم وليکى او خپل ځان به د خُدائ پاک د خلقو نه يو کس ګڼى.“</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ، څوک چې په بنى اِسرائيلو حکومت کوى او د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوى، هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ اولين او زۀ آخرين يم، زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.</verse>
				<verse number="7">زما په شان څوک دى؟ هغه دې آواز وکړى او خپل دليلونه دې پېش کړى. هغوئ دې په ترتيب سره ووائى څۀ چې د پخوا نه شوى دى چې کله ما خپل قوم قائم کړو. هغوئ دې د راتلونکى وخت د خبرو اعلان وکړى چې څۀ به کيږى.</verse>
				<verse number="8">مۀ يرېږئ، چې ونۀ يرېږئ. ولې ما تاسو ته ډېر مخکښې نۀ وُو وئيلى چې څۀ به کيږى؟ تاسو زما ګواهان يئ. بل خُدائ پاک شته څۀ؟ بل د پناه ځائ نشته چې زۀ ترې نه خبر يم.“</verse>
				<verse number="9">هر څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ هيڅ هم نۀ دى او چې کومو څيزونو ته هغوئ ډېر زيات خوشحاليږى هغه بې‌فائدې دى. د بُت پرستانو نۀ خو سترګې شته او نۀ پکښې عقل شته خو آخر به هم د شرم سره مخ شى.</verse>
				<verse number="10">هغه څوک دے چې ځان له يوه مجسمه يا بُت جوړوى او د هغې به ورته هيڅ فائده نۀ وى؟</verse>
				<verse number="11">ګورئ، هغوئ او د هغوئ ټول ملګرى به وشرميږى. کوم خلق چې بُتان جوړوى هغوئ صرف انسانان دى. هغوئ دې راشى او په عدالت کښې دې پېش شى، هغوئ به ويريږى او د شرم سره به مخ شى.</verse>
				<verse number="12">لوهار د اوسپنې يوه تکړه واخلى او د سکروټو په ذريعه په دې باندې کار کوى. هغه د مټو زور سره څټک وهى او د دې نه يو بُت جوړ کړى. هغه اوږے شى او د لوږې نه يې طاقت جواب ورکړى او د تندې نه يې رنګ زېړ شى.</verse>
				<verse number="13">ترکاڼ د لرګى ناپ واخلى. هغه په دې باندې کرښې وهى، دا لرګے د خپل آوزار سره وتراشى او د يو بنى آدم شکل ترې نه جوړ کړى، چې د يو انسان په شان ښائسته صورت لرى، د دې دپاره چې په يو بُت‌خانه کښې يې ولګوى.</verse>
				<verse number="14">کاريګر د دِيار ونې ووهى چې د هغې نه کار واخلى، يا د ځنګل د څېړۍ ونه يا د دِيار ونه خوښه کړى. يا هغه د نختر ونه وکَرى او د باران سره دا را غټه شى.</verse>
				<verse number="15">يو کس به د ونې څۀ حِصه د خشاک دپاره استعمال کړى او د څۀ حِصې نه به يې اور بل کړى چې خپل ځان پرې تود کړى او روټۍ ورباندې پخه کړى. او دا هم يو حقيقت دے چې د څۀ حِصې نه به يې يو بُت جوړ کړى او عبادت به يې کوى.</verse>
				<verse number="16">هغه د څۀ لرګو نه اور بل کړى، هغه ورباندې غوښه سره کړى، وې خورى او موړ شى. هغه ورباندې خپل ځان تود کړى او وائى، ”دا څومره تود او زبردست اور دے.“</verse>
				<verse number="17">کوم لرګے چې پاتې شى نو د هغې نه يو بُت جوړ کړى او بيا ورته هغه ټيټيږى او عبادت يې کوى. هغه دې ته سوال کوى او ورته وائى، ”تۀ زما خُدائ يې، تۀ ما بچ کړه.“</verse>
				<verse number="18">داسې خلقو ته هيڅ پته نۀ وى او نۀ په څۀ پوهيږى. د هغوئ په سترګو او زړونو باندې پرده پرته وى، نو په دې وجه نۀ هغوئ څۀ وينى او نۀ په څۀ پوهيږى.</verse>
				<verse number="19">د بُتانو جوړونکى دومره عقل او پوهه نۀ لرى چې سوچ پرې وکړى چې، ”څۀ لرګى ما وسوزول. د څۀ سره مې روټۍ پخه کړه او د دې په سکارو مې غوښه سره کړه او ومې خوړه. نو د دې پاتې لرګى نه به زۀ بُت جوړوم او دې ته به زۀ سجده کوم؟“</verse>
				<verse number="20">دا داسې دى لکه چې څوک ايرې خورى. هغه خپلو کم عقلو سوچونو بې‌لارې کړے دے. هغه به په خپل زړۀ کښې دا خبره هم نۀ اچوى چې، ”زما په لاس کښې چې کوم بُت دے هغه په رښتيا خُدائ نۀ دے.“</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، دا خبره ياده ساتئ، تاسو زما خِدمت کوونکى يئ. ما تاسو د دې دپاره پېدا کړئ چې زما خِدمت کوونکى يئ، او زۀ به تاسو هيڅکله نۀ هېروم.</verse>
				<verse number="22">ما ستاسو ګناهونه د وريځې په شان لرې کړې دى. ما ستاسو ګناهونه داسې لرې کړې دى لکه چې نمر سخت دُهند لرې کوى. ما له راواپس شئ، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى.“</verse>
				<verse number="23">اے آسمانونو، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ، ځکه چې مالِک خُدائ هر څۀ وکړل. د زمکې ژورو ځايونو، چغې ووهئ. غرونو او د ځنګل هرې ونې، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ. مالِک خُدائ خپل خلق بنى اِسرائيليان بچ کړل او خپله لوئى يې وښودله.</verse>
				<verse number="24">مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ هغه ذات يم چا چې تاسو پېدا کړى يئ. زۀ مالِک خُدائ يم، ما دا هر څيز پېدا کړے دے. ما په يواځې ځان په زمکه باندې آسمانونه ودرول، او زمکه مې پخپله خوره کړه.</verse>
				<verse number="25">زۀ د دروغو نبوت کوونکى دروغژن ثابتوم، او د فالګرو نه کم عقلان جوړوم. زۀ د هوښيارانو خلقو خبرې غلطى ثابتوم او د هغوئ حِکمت په کم عقلتوب بدلوم.</verse>
				<verse number="26">زۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېشګويانې پوره کوم او د خپلو پېغمبرانو منصوبې سر ته رسوم. زۀ د يروشلم په حقله وايم چې خلق به بيا هلته اوسيږى، او د يهوداه ښارونو ته وايم چې دا به بيا جوړ شى. او دا به د کنډرو نه په ښارونو بدل شى.</verse>
				<verse number="27">هم زۀ ژور سمندر ته حُکم ورکوم چې، اوچ شه، زۀ ستا ژوروالے اوچوم.</verse>
				<verse number="28">زۀ خورس ته وايم، تۀ زما شپون يې، تۀ به هغه کار کوې چې څۀ درته زۀ وايم يعنې، تۀ به حُکم ورکړې چې يروشلم دې بيا جوړ شى او د خُدائ پاک د کور بنيادونه دې واچولے شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="45">
				<verse number="1">مالِک خُدائ خپل غوره کړے شوے خادِم خورس ته فرمائى، ”ما ستا ښے لاس نيولے دے، نو ځکه چې تۀ هر چرته ځې هلته به قومونه ستا تابع کړم، د بادشاهانو زور به ختم کړم، د ښارونو دروازې به ستا دپاره کولاو کړم او بندوم به يې نه.</verse>
				<verse number="2">زۀ به په خپله ستا نه وړاندې ځم، او غرونه به درته هوار کړم. زۀ به د زېړو دروازې راوغورزوم او د دې د اوسپنې سيخونه به ټوټې ټوټې کړم.</verse>
				<verse number="3">زۀ به تا له د تورې تيارې او د پټو ځايونو نه خزانې درکړم، نو بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، او چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يم څوک چې تا ته په نوم آواز کوى.</verse>
				<verse number="4">زما د خِدمت کوونکو او غوره کړے شوو بنى اِسرائيلو د خاطره، زۀ تا ته په نوم آواز کوم او تا له مې د لوئ عزت لقب درکړے دے، اګر چې تۀ ما نۀ پېژنې.</verse>
				<verse number="5">زۀ مالِک خُدائ يم، بل يو خُدائ هم نشته. زۀ تا له طاقت درکوم، اګر چې تۀ ما نۀ پېژنې.</verse>
				<verse number="6">دا زۀ د دې دپاره کوم چې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې هر چا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم او بل يو خُدائ هم نشته.</verse>
				<verse number="7">زۀ رڼا او تيارۀ دواړه پېدا کوم، سلامتى او بربادى دواړه زۀ راولم. زۀ، مالِک خُدائ دا هر څۀ کوم.</verse>
				<verse number="8">اے آسمانه باران ووروه او زمکه تازه کړه. اے وريځو، صداقت راوروئ. زمکه دې دا جذب کړى چې خلاصون راوټوکيږى او دې سره صداقت هم راوټوکيږى. ما، مالِک خُدائ دا پېدا کړى دى.“</verse>
				<verse number="9">په هغۀ باندې افسوس چې د خپل خالق سره جګړه کوى، هغه داسې دے لکه چې د ماتو لوښو يو ټيکرے وى. ولې خټه د کُلال نه تپوس کوى څۀ چې، ”تۀ څۀ جوړوې؟“ ولې ستا کوم جوړ شوے څيز ستا په حقله شکايت کوى څۀ؟ د هغۀ هيڅ اختيار نشته.</verse>
				<verse number="10">په هغۀ باندې افسوس چې خپل پلار ته وائى چې، ”زۀ دې ولې پېدا کړم؟“ يا خپلې مور ته ووائى چې، ”تا ولې زۀ داسې جوړ کړم؟“</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، کوم ذات چې هغوئ پېدا کړى دى، هغه وائى، ”تاسو څنګه زما د بچو په حقله ما نه تپوس کولے شئ؟ څۀ چې ما جوړ کړى دى د هغې په حقله تاسو څنګه ما له حُکم راکولے شئ؟</verse>
				<verse number="12">زۀ هغه ذات يم چا چې زمکه پېدا کړه، ما بنى آدم پېدا کړل چې هلته اوسيږى. ما د خپل طاقت په ذريعه آسمانونه خوارۀ کړل، او هم ما په آسمان کښې ټول ستورى جوړ کړل.</verse>
				<verse number="13">ما په خپله خورس راپاڅولے دے چې واک اختيار په لاس کښې واخلى او زما مقصد پوره کړى او کارونه سم کړى. زۀ به هم د هغۀ ټولې لارې سيدها کوم. هغه به زما ښار بيا جوړ کړى، او زما خلق به د قېد نه آزاد کړى. هغه به دا هر څۀ مفت کوى، نۀ به پېسې اخلى او نۀ تحفې.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ فرمائى، ”د مِصر او ايتهوپيا مال دولت به ستاسو وى، او د سبائيانو لوَړ لوَړ سړى به ستاسو غلامان وى، هغوئ به په تاسو پسې په زنځيرونو کښې روان وى. هغوئ به تاسو ته ټيټ شى او اِقرار به وکړى چې، خُدائ پاک ستاسو مل دے، صرف هغه خُدائ پاک دے. د هغۀ نه بغېر بل خُدائ نشته.“</verse>
				<verse number="15">بې‌شکه تۀ هغه خُدائ يې څوک چې ځان پټ ساتى، اے د بنى اِسرائيلو خُدائ پاکه، خلاصونکيه.</verse>
				<verse number="16">څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ به د شرم سره مخ شى، او هغوئ ټول به سپک شى.</verse>
				<verse number="17">خو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو مُلک بچ کوى، د يو نۀ ختمېدونکى خلاصون سره. او د دې خلق به کله تر آخره پورې هم بې‌عزته نۀ شى.</verse>
				<verse number="18">مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم، او بل يو خُدائ هم نشته.“ څوک چې دا وائى هغه خُدائ پاک دے. چا چې آسمانونه پېدا کړى دى، دا هغه ذات دے کوم چې زمکه پېدا کړه او جوړه يې کړه، او زمکه خوشې او شاړه پاتې نۀ شوه بلکې هغۀ دا د اوسېدلو قابله جوړه کړه، چې ژوندے مخلوق په کښې اوسيږى. مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ يم ما نه غېر بل مالِک نشته.</verse>
				<verse number="19">ما څۀ په پټ ځائ کښې پټې خبرې نۀ دى کړې. او نۀ مې بنى اِسرائيلو ته دا وئيلى دى چې، ”بې‌شکه ما لټوئ، خو تاسو به ما مومئ نه.“ زۀ، مالِک خُدائ يم او زۀ رښتيا وايم، او څۀ چې صحيح وى نو زۀ د هغې اعلان کوم.“</verse>
				<verse number="20">”هغه ټول خلق چې د بادشاه د زوال نه پس ژوندى پاتې يئ، راغونډ شئ، خپل ځانونه زما حضور کښې پېش کړئ. څوک چې ځان سره د لرګى بُتان ګرځوى هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. چې کوم معبودان خلاصون نۀ شى ورکولے نو د هغوئ نه دُعا ولې غواړى؟</verse>
				<verse number="21">راشئ او خپله مقدمه په عدالت کښې پېش کړئ، بې‌شکه اول د يو بل سره مشوره وکړئ. ډېر پخوا دا پېشګوئې چا ورکړې وه؟ ولې ما مالِک خُدائ ډېره موده مخکښې دا اعلان نۀ وو کړے؟ ځکه چې بغېر زما نه بل يو خُدائ هم نشته. زۀ خلاصونکے او صادق خُدائ يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.</verse>
				<verse number="22">اے د ټولې دُنيا خلقو، اوس ما ته راوګرځئ او خلاصون حاصل کړئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.</verse>
				<verse number="23">زما وعده رښتيا ده، او زما وعده به نۀ بدليږى. ما په خپل ذات باندې قسم خوړلے دے، چې هره يوه ګوډه به ما ته په سجده شى او هره ژبه به اِقرار وکړى.</verse>
				<verse number="24">او وائى به چې فتح او طاقت صرف د مالِک خُدائ په ذريعه ملاويږى، خو هغه ټول څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغوئ به زما حضور ته راشى او شرم سره به مخ شى.</verse>
				<verse number="25">خو د اِسرائيل ټول اولاد به د مالِک خُدائ په نظر کښې صادقان شى او په هغۀ به فخر کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="46">
				<verse number="1">د بابل د معبودانو بيل او نبو سرونه ښکته وُو کله چې دوئ راکوز کړے شول، او اوس هغه په ځناورو باندې بار دى، چې د ستړى شوو ځناورو دپاره بوج دے.</verse>
				<verse number="2">دا دواړه معبودان ټيټ شول او پړمخې پرېوتل. هغوئ د بوج جوړېدو نه بچ پاتې نۀ شول او اوس په خپله جلاوطن شول.</verse>
				<verse number="3">”اے د يعقوب اولاده، ما ته غوږ ونيسئ، اے په بنى اِسرائيلو کښې زما باقى پاتې شوو ټولو خلقو. د مور د خېټې نه ما ستاسو پالنه کړې ده، چې کله تاسو پېدا شوى يئ نو د هغې وخت نه زۀ په تاسو پام کوم.</verse>
				<verse number="4">زۀ ستاسو خُدائ پاک يم او زۀ به ستاسو ساتنه کوم چې تاسو بوډاګان او سپين سَرى هم شئ. نو ما تاسو پېدا کړى يئ او ستاسو خيال به ساتم، زۀ به ستاسو ملاتړ يم او تاسو به بچ کوم.“</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ فرمائى، ”تاسو به ما د چا سره برابروئ؟ زما په شان بل څوک شته څۀ؟</verse>
				<verse number="6">خلق خپلې کڅوړې کولاو کړى او سرۀ زر ترې نه غورزوى، هغوئ په تله سپين زر تلى. هغوئ زرګر له پېسې ورکړى چې يو بُت ورله جوړ کړى، او بيا ورته ټيټيږى او عبادت يې کوى.</verse>
				<verse number="7">هغوئ دا خپلو اوږو ته اوچت کړى او يو خوا او بل خوا يې وړى راوړى، او بيا په يو ځائ کښې يې کېږدى او هلته ولاړ وى، خو چې چرته وى نو د هغه ځائ نه حرکت نۀ شى کولے. کۀ څوک دې ته په چغو فرياد وکړى، نو دا جواب نۀ ورکوى او نۀ هغه کس د مصيبت نه بچ کولے شى.</verse>
				<verse number="8">اے ګناهګارانو، دا ياد ساتئ، او چې ما څۀ کړى دى هغه مۀ هېروئ.</verse>
				<verse number="9">هغه راياد کړئ چې ډېره موده مخکښې شوى وُو، ځکه چې صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته.</verse>
				<verse number="10">د شروع نه ما د اَنجام پېشګوئې ورکوله، ما ډېر پخوا وئيلى دى چې څۀ کېدونکى دى. ما وئيل چې زما منصوبې به نۀ ناکامه کيږى، او چې زۀ به هغه هر يو کار کوم چې ما يې اراده کړې وه.</verse>
				<verse number="11">زۀ د نمرخاتۀ طرف نه يو ښکارى مارغۀ راغواړم، د لرې مُلک نه به يو داسې سړے راشى چې زما منصوبه به پوره کوى. څۀ چې ما وئيلى دى زۀ به هغه سر ته رسوم. او چې کومه منصوبه ما جوړه کړې وى هغه به سر ته رسوم.</verse>
				<verse number="12">اے ضدى خلقو، ما ته غوږ ونيسئ څوک چې د خلاصون نه ډېر لرې يئ.</verse>
				<verse number="13">ما خپل خلاصون نزدې راوړے دے، هغه لرې نۀ دے. زما خلاصون راتلو کښې به وخت نۀ لګى. زۀ به يروشلم بچ کړم او بنى اِسرائيلو ته به خپل شان او شوکت وښايم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="47">
				<verse number="1">اے د پېغلې په شان بابله، د خپل تخت نه راکوز شه، او په زمکه په خاورو کښې کښېنه. ځکه چې ستا په تخت د ناستې وخت ختم دے. اے بابله، تۀ به بيا د شهزادګۍ په شان نرم او نازک نۀ يې.</verse>
				<verse number="2">د ژرندې کاڼے واخله او اوړۀ مېده کړه. نقاب لرې کړه، خپلې ښائسته جامې وباسه، پېنڅې اوچتې کړه چې د نِهرونو نه پورې وځې.</verse>
				<verse number="3">خلق به تا وګورى چې بربنډ يې، هغوئ به ستا شرمګاه وګورى. زۀ به بدله واخلمه او هيڅ څوک به نۀ پرېږدم.</verse>
				<verse number="4">د بنى اِسرائيلو مقدس ذات مونږ په بيعه اخستى يُو، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.</verse>
				<verse number="5">اے د بابليانو لورې، په تيارۀ کښې خاموش کښېنه، نور به تا ته څوک د قومونو مَلِکه نۀ وائى.</verse>
				<verse number="6">زۀ خپلو خلقو ته غصه وم، ما هغوئ له داسې سزا ورکړه چې تا ته مې حواله کړل. او تا په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړو، او په بوډاګانو دې هم ډېر دروند بوج کېښودو.</verse>
				<verse number="7">تا وئيل، ”زۀ به همېشه مَلِکه يم.“ او هيڅکله دې فکر نۀ دے کړے او نۀ دې د دې په اَنجام باندې غور وکړو.</verse>
				<verse number="8">نو اوس دا خبره واوره، اے د عېش سره مينه لرونکې، تۀ خپل ځان محفوظ ګڼې او وائې، ”هم زۀ يم. او زما نه بغېر بل څوک نشته. زۀ به نۀ کله کونډه شم او نۀ بې‌اولاده.“</verse>
				<verse number="9">خو په يوه لحظه او هم په يوه ورځ کښې به دا دواړه کارونه درسره وشى. تۀ چې هر څومره د جادو نه کار واخلې، خو ستا خاوند او بچى به ختم شى.</verse>
				<verse number="10">تا خپل ځان په بدعملۍ کښې محفوظ وګڼلو، ستا خيال دا وو چې هيڅ څوک دې نۀ وينى. خپل حِکمت او پوهې تۀ بې‌لارې کړې، او تا د خپل ځان سره ووئيل چې، ”هم زۀ يم. او زما نه بغېر بل څوک نشته.“</verse>
				<verse number="11">داسې افت به په تا راشى، چې ستا يو جادو منتر به هم دا منع کولے نۀ شى. تباهى به په تا باندې راشى او هيڅ منښته به دا بندولے نۀ شى. وبا به په تا باندې ناڅاپه راشى، او تۀ به د هغې دپاره تياره نۀ يې.</verse>
				<verse number="12">خپل جادو او کوډې ځان سره وساته، تا د وړوکوالى نه دا استعمال کړى دى. کېدے شى چې دا ستا دپاره مددګار ثابت شى، او تۀ په دې خپل دشمنان ويروى.</verse>
				<verse number="13">تا له چې کومې مشورې درکړے کيږى نو د هغې نه تۀ ستړے يې. ستا نجوميان چرته دى، چې ستورو ته ګورى او مياشت په مياشت پېشګويانې کوى؟ هغوئ دې راشى او څۀ چې کېدونکى دى تا دې د هغې نه بچ کړى.</verse>
				<verse number="14">هغوئ په اور کښې د سوزېدونکى بوسو په شان دى چې خپل ځان د دې د لمبو نه نۀ شى بچ کولے. دا به د سکرو اور نۀ وى چې انسان ورته کښېنى او ځان ګرم کړى.</verse>
				<verse number="15">هغوئ به تا مايوسه کړى، چا سره چې تۀ د ځوانۍ نه په وفادارۍ چلېدلے يې. هر يو به درنه په خپله مخه لاړ شى، او داسې به هيڅ څوک پاتې نۀ وى چې تاسو بچ کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="48">
				<verse number="1">اے د يعقوب خاندانه، دا خبره واورئ، تاسو چې د بنى اِسرائيلو په نامه يادېږئ او د يهوداه اولاد يئ، او تاسو چې د مالِک خُدائ په نوم قسم خورئ او د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته آواز کوئ، خو نۀ په کښې اخلاص شته او نۀ سمه طريقه.</verse>
				<verse number="2">تاسو د مقدس ښار اوسېدونکى يئ او وايئ چې تاسو د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک باور کوئ، د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. هغه فرمائى،</verse>
				<verse number="3">”ما ډېر پخوا پېشګوئې کړې وه چې څۀ به کيږى، او بيا مې ناڅاپه هم دغه شان وکړل، او زما ټولې پېشګويانې رښتيا شوې.</verse>
				<verse number="4">ما ته پته وه چې تاسو به څومره ضديان يئ، ستاسو د مرۍ رګونه به د اوسپنې په شان کلک او ستاسو تندى به لکه د مټکور غوز په شان وى.</verse>
				<verse number="5">نو ما ډېر پخوا ستاسو د راتلونکى وخت پېشګوئې وکړه، د حالاتو بيان مې د وړاندې نه وکړو، د دې دپاره چې تاسو دا دعوىٰ ونۀ کړئ چې ستاسو بُتانو او تراشلے شوو مجسمو د دې حُکم کړے وو.</verse>
				<verse number="6">ما چې د څۀ پېشګوئې کړې وه نو هغه هر څۀ شوى دى، خو تاسو د هغې منلو نه اِنکار وکړو. اوس به زۀ تاسو ته د نوؤ خبرو په حقله ووايم، دا هغه رازونه دى چې تاسو تر اوسه پورې نۀ دى اورېدلى.</verse>
				<verse number="7">په تېره زمانه کښې داسې څۀ نۀ وُو شوى، بلکې هم اوس اوس دا ستا په عِلم کښې راغلل. داسې ځکه وشول چې تاسو ونۀ شئ وئيلے، چې مونږ ته مخکښې نه د دې پته وه.</verse>
				<verse number="8">ما ته پته وه چې تاسو ناقابلِ اعتماد يئ، ځکه چې تاسو د وړوکوالى نه په باغيانو مشهور وئ. او هم دا وجه ده چې تاسو هيڅکله د دې په حقله نۀ دى اورېدلى، او دا ځکه د دې يوه خبره هم ستاسو غوږونو ته نۀ ده رارسېدلې.</verse>
				<verse number="9">زما د نوم د خاطره زۀ خپله غصه په قابو کښې ساتم، زما د ثناء صِفت د خاطره زۀ خپل ځان ستاسو د تباهۍ نه را ايساروم.</verse>
				<verse number="10">ما تاسو صفا کړى يئ، خو داسې نه لکه چې سپين زر صفا کيږى، بلکې ما تاسو صفا کړى يئ، د مصيبت په بټۍ کښې مې آزمائيلى يئ.</verse>
				<verse number="11">زۀ چې څۀ کوم نو هغه زۀ د خپل خاطر په وجه کوم، زۀ نۀ غواړم چې زما د نوم بې‌عزتى وشى او نۀ به په خپل جلال کښې چا له برخه ورکړم، دا به زما وى او صرف زما به وى.“</verse>
				<verse number="12">”اے بنى اِسرائيلو، زما غوره کړے شوو، ما ته غوږ ونيسئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم، زۀ اولين او آخرين يم.</verse>
				<verse number="13">ما په خپل لاس باندې د زمکې بنيادونه لګولى دى او زما ښى لاس آسمانونه خوارۀ کړى دى. کله چې زۀ آواز ورکړم نو دوئ ټول يو ځائ حاضر شى.</verse>
				<verse number="14">ټولو خلقو، راغونډ شئ او واورئ. په معبودانو کښې کوم يو د دې پېشګوئې ورکړې ده؟ ما چې کوم سړے خوښ کړے دے هغه به په بابل حمله وکړى، او د بابليانو خلاف به خپل زور استعمالوى.</verse>
				<verse number="15">زۀ هغه څوک يم چې هغۀ ته مې آواز وکړو او راومې غوښتلو، د هغۀ مې لارښودنه وکړه او هغه به کاميابيږى.</verse>
				<verse number="16">نو اوس ما له رانزدې شئ او چې زۀ څۀ وايم هغې ته غوږ ونيسئ. ما د شروع نه صفا خبره کړې ده، او ما همېشه خپله خبره رښتيا کړې ده.“ او زۀ اوس مالِک خُدائ تعالىٰ د خپل روح سره رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="17">د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه ذات چې ستاسو د خپلې فائدې دپاره تاسو ته ښودنه کوى او هغه لار درته ښائى چې په کومه باندې درله تلل په کار دى.</verse>
				<verse number="18">خو کۀ صرف تاسو زما حُکمونو ته پام کړے وے. نو ستاسو امن به لکه د سيند په شان وو، او ستاسو صداقت به د سمندر د چپو په شان وو.</verse>
				<verse number="19">ستاسو اولاد به د شګو په شان ډېر او بې‌شمېره وے، او ما به هيڅ امکان نۀ وے پرېښے چې د هغوئ نام و نشان زما د وړاندې نه ختم شى.“</verse>
				<verse number="20">د بابل نه ووځئ. او د بابليانو نه وتښتئ. د خوشحالۍ سره د دې خبر چغه ووهئ، او د دُنيا تر ګُټ ګُټه پورې دا خبره مشهوره کړئ چې، ”مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى بنى اِسرائيليان بچ کړى دى.“</verse>
				<verse number="21">کله چې مالِک خُدائ خپل خلق په خُشکه صحرا کښې روان کړل، هغوئ د تندې په وجه د تکليف سره مخ نۀ شول. د هغوئ دپاره يې د ګټ نه اوبۀ راوويستلې، هغۀ ګټ په مينځ بېل کړو او اوبۀ ترې نه راوبهېدلې.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ فرمائى، ”د شريرانو دپاره سلامتى نشته.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="49">
				<verse number="1">اے لرې قومونو، ما ته غوږ ونيسئ، اے هغه خلقو، چې لرې اوسېږئ. زما د پېدا کېدو نه مخکښې مالِک خُدائ زۀ خوښ کړم او زۀ يې خپل خِدمت کوونکے مقرر کړم.</verse>
				<verse number="2">هغۀ زما خبرې د تُورې په شان تېرې کړې. او د خپل لاس د سورى لاندې يې پټ کړم، هغۀ زۀ د غشى په شان تېرۀ کړم او په خپل د غشو تيلۍ کښې يې پټ وساتلم.</verse>
				<verse number="3">هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”تۀ زما خِدمت کوونکے بنى اِسرائيل يې، ستا په وجه به زما نوم ته جلال ملاويږى.“</verse>
				<verse number="4">خو ما ووئيل چې، ”زما محنت بې‌فائدې دے، ما خپل طاقت بې‌فائدې او بې‌مقصده ضائع کړے دے، خو يقيناً چې زما حق مالِک خُدائ سره دے او زما خُدائ پاک به ما له اجر راکړى.“</verse>
				<verse number="5">خو زما د پېدا کېدو نه مخکښې، مالِک خُدائ زۀ مقرر کړم، هغۀ زۀ د دې دپاره خپل خِدمت کوونکے جوړ کړم چې د هغۀ خلق واپس راولم، او دا چې بنى اِسرائيليان د هغۀ د حضور وړاندې راغونډ کړم. مالِک خُدائ ما له عزت راکوى، او هغۀ ما له طاقت راکړے دے.</verse>
				<verse number="6">هغه فرمائى، ”زما خِدمت کوونکيه، زۀ ستا دپاره يو لوئ مقصد لرم. تۀ به نۀ صرف هغه بنى اِسرائيليان بحال کړې چې کوم ژوندى پاتې دى، بلکې زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“</verse>
				<verse number="7">د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو. زۀ به ستاسو حِفاظت او ساتنه وکړم او ستاسو په ذريعه به د ټولو خلقو سره يو لوظ وکړم. او زۀ به يو ځل بيا تاسو په هغه مُلک کښې آباد کړم کوم مُلک چې اوس شاړ او ويجاړ پروت دے.</verse>
				<verse number="9">زۀ به قېديانو ته ووايم چې، تاسو آزاد يئ. او څوک چې په تيارۀ کښې وى نو هغوئ ته به ووايم چې، رڼا له راوځئ. هغوئ به د هغه ګډو په شان وى چې د غرونو په غونډو کښې څريږى،</verse>
				<verse number="10">هغوئ به هيڅکله نۀ اوږى شى او نۀ به کله تږى شى. د نمر او د صحرا ګرمى به هغوئ نۀ تنګوى، د هغوئ مشرى به هغه ذات کوى چې څوک د هغوئ سره مينه کوى. او هغه به يې د اوبو چينو له بوځى.</verse>
				<verse number="11">زۀ به په غرونو کښې يو لوئ سړک جوړ کړم او د خپلو خلقو دپاره به يوه لار جوړه کړم چې په هغې به مزل کوى.</verse>
				<verse number="12">ګورئ زما خلق به د لرې لرې نه راځى، د شمال طرف او د نمرپرېواتۀ طرف نه، او د سينم نه به راځى.“</verse>
				<verse number="13">اے آسمانه، د خوشحالۍ چغې وهه. اے زمکې، خوشحالى وکړه. اے غرونو، د خوشحالۍ سندرې ووايئ. ځکه چې مالِک خُدائ خپلو خلقو له تسلى ورکړې ده، او هغه به په خپلو کړېدلو خلقو رحم وکړى.</verse>
				<verse number="14">خو د يروشلم خلقو ووئيل، ”مالِک خُدائ مونږ پرېښى يُو. او هغۀ مونږ هېر کړى يُو.“</verse>
				<verse number="15">”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم.</verse>
				<verse number="16">ګوره ما ستا نوم د خپلو لاسونو په تلو باندې ليکلے دے، او ستا دېوالونه همېشه زما په وړاندې دى.</verse>
				<verse number="17">څوک چې تا بيا آبادول غواړى نو هغه زر واپس راروان دے، او چا چې تۀ تباه کړے يې نو هغوئ درنه ځى.</verse>
				<verse number="18">ګېرچاپېره نظر وګرځوه او وګوره. ستا خلق راغونډيږى او هغوئ کورونو ته راروان دى. مالِک خُدائ فرمائى چې زما دې په خپل ذات قسم وى، هغوئ به تا ته داسې راغونډ شى لکه څنګه چې په ناوې کالى امبار وى.</verse>
				<verse number="19">ستا مُلک تباه شوے وو او وران ويجاړ وو، خو اوس چې څوک د اوسېدو دپاره ورله راروان دى، نو دا مُلک به د هغوئ د اوسېدو دپاره ډېر وړوکے وى. او چا چې تاسو په کنډرو کښې پرېښودئ نو هغوئ به ستاسو نه لرې وى.</verse>
				<verse number="20">ستاسو کوم خلق چې په جلاوطنۍ کښې پېدا شوى وُو نو هغه خلق به يوه ورځ تا ته ووائى، دا مُلک خو وړوکے دے، مونږ ته نوره زمکه په کار ده.</verse>
				<verse number="21">بيا به تۀ په خپل زړۀ کښې ووائې، دا دومره بچى ما له چا راکړل؟ زما بچى خو ختم شوى وُو او نور بچى مې نۀ کېدل. زۀ جلاوطن کړے شوے وم او شړلے شوے وم، دا بچى ما له چا راکړل؟ زۀ خو يواځې پاتې وم، دا بچى د کوم ځائ نه راغلل؟“</verse>
				<verse number="22">خُدائ تعالىٰ داسې فرمائى، ”ګورئ، زۀ به قومونو ته اِشاره وکړم، او هغوئ به ستاسو زامن په غېږ کښې او ستاسو لوڼه په اوږو کورونو ته راولى.</verse>
				<verse number="23">بادشاهان به ستاسو دپاره د پلارانو په شان وى او ستاسو خيال به ساتى، او د هغوئ مَلِکې به ستاسو او ستاسو د بچو دپاره د ميندو په شان وى. هغوئ به ستاسو په وړاندې ټيټ شى او ستاسو په پښو دوړې به څټى، نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، هر څوک هم چې زما د مدد په طمع وى نو هغه به نۀ شرميږى.“</verse>
				<verse number="24">څوک د جنګيالى نه مالِ غنيمت اخستلے شى څۀ؟ يا څوک د يو ظالم کس نه قېديان خلاصولے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="25">خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”يقيناً چې د جنګيالى نه به قېديان بوتلے شى، او د ظالم کس مالِ غنيمت به ونيولے شى. هر څوک هم چې تا سره جنګ کوى نو زۀ به هغوئ سره جنګ کوم، او هم زۀ به ستا د بچو حِفاظت کوم.</verse>
				<verse number="26">چا چې په تا ظلم کړے دے زۀ به په هغوئ باندې د هغوئ خپله غوښه وخوروم، هغوئ به د خپلې وينې په څښلو سره د ميو په شان په نشه کښې وى. نو داسې به بيا ټولو انسانانو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى او تاسو آزادوى او د بنى اِسرائيلو طاقتور ذات يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="50">
				<verse number="1">مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه خلقو راشئ، او ما ته هغه طلاق نامه وښايئ چې ما ستاسو مور له ورکړې وه او ستاسو مور مې پرېښوده. هغه طلاق نامه چرته ده؟ او يا ما ته هغه قرض ورکوونکے وښايئ چې ما د خپل قرض په وجه تاسو ورته حواله کړى وئ هغه چرته دے؟ ګورئ هم ستاسو د خپلو ګناهونو له وجې خرڅ کړے شوئ او ستا د خپلو ګناهونو په وجې ستاسو مور وشړلې شوه.</verse>
				<verse number="2">چې زۀ راغلم نو څوک هم نۀ وو، ولې؟ چې ما آواز وکړو نو چا هم جواب رانۀ کړو، ولې؟ ولې زما لاس دومره کمزورے وو څۀ چې تاسو مې خلاصولے نۀ شوئ؟ ولې زۀ دومره کمزورے يم څۀ چې تاسو بچ کولے نۀ شم؟ زما يو حُکم سره سمندر اوچ شى او سيندونه په صحرا بدل شى، او بغېر اوبو نه کبان مړۀ شى او هر طرف ته بدبوئ خوره شى.</verse>
				<verse number="3">هم زۀ آسمان باندې توره کپړه اچوم او هم زۀ هغې ته د غم جامې اچوم.“</verse>
				<verse number="4">خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم. هر سحر هغه ما پاڅوى او هغه زما په زړۀ کښې دا جذبه اچوى چې د هغۀ ښودنې ته غوږ ونيسم.</verse>
				<verse number="5">خُدائ تعالىٰ ما ته صفا وينا کړې ده، او ما د هغۀ نه سرکشى نۀ ده کړې او نۀ د هغۀ نه اوړېدلے يم.</verse>
				<verse number="6">چا چې زما وهل غوښتل ما هغوئ ته خپله ملا وړاندې کړه، چا چې زما نه ږيره ويستله ما هغوئ ته خپل مخ وړاندې کړو. ما د هغوئ د بې‌عزتۍ او توکاڼو نه خپل مخ نۀ دے پټ کړے.</verse>
				<verse number="7">خو خُدائ تعالىٰ زما مدد کوى نو زما بې‌عزتى به نۀ کيږى. ما د هغۀ د مرضۍ پوره کولو کلکه اراده کړې ده. ما ته پته ده چې زۀ به د شرم سره نۀ مخ کېږم.</verse>
				<verse number="8">څوک چې ما ته صداقت ښائى هغه نزدې دے، څوک دا جرأت کولے شى چې په ما اِلزامونه ولګوى؟ زما مخالف چرته دے چې په ما اِلزام ولګوى. هغه دې رامخامخ شى.</verse>
				<verse number="9">هم خُدائ تعالىٰ زما ملګرتيا کوى، نو څوک به ما مجرم ثابت کړى؟ په ما باندې ټول اِلزام لګوونکى به ورک شى هغوئ به داسې ختم شى لکه چې کپړه چينجو خوړلې وى.</verse>
				<verse number="10">په تاسو کښې څوک د مالِک خُدائ نه يريږى او د هغۀ د خِدمت کوونکى آواز منى؟ څوک چې په تيارۀ کښې روان وى هيڅ رڼا ورسره نۀ وى خو بيا هم دې د هغۀ ايمان په مالِک خُدائ وى او د هغۀ توکل دې په خُدائ پاک باندې وى.</verse>
				<verse number="11">خو تاسو خلق څوک چې خپل ځانونه بَلو غشو سره وسله بند کړئ، نو هم د خپل اور د شغلو په رڼا کښې لاړ شئ. زما د لاس نه به تاسو ته هم دا اجر ملاويږى، تاسو به سخت درد کښې راپرېوځئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="51">
				<verse number="1">”ما ته غوږ ونيسئ، څوک چې صداقت غواړئ، او د مالِک خُدائ لټون کوئ. د هغه ګټ په حقله سوچ وکړئ د کوم نه چې تراشلے شوى يئ، د هغه کان په حقله سوچ وکړئ چې د کوم نه تاسو راويستلے شوى يئ.</verse>
				<verse number="2">د خپل پلار نيکۀ اِبراهيم او مور ساره په حقله سوچ وکړئ، چې تاسو يې زيږولى يئ. کله چې ما اِبراهيم راوغوښتلو، نو هغه بې‌اولاده وو، خو ما هغۀ له برکت ورکړو او ډېر اولاد مې ورکړو.</verse>
				<verse number="3">يقيناً چې مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى. او د هغې په ټولو کنډرو به ترس وکړى. د هغې صحرا به د باغِ عدن په شان ګلستان کړى، د هغې بنجره زمکه به د مالِک خُدائ د باغ په شان شى. هلته به خندا او خوشحالى وى، او د ثناء صِفت او د شکرانې حمدونه به وئيلے شى.</verse>
				<verse number="4">زما خلقو بنى اِسرائيلو، ما ته غوږ ونيسئ، زۀ چې څۀ وايم هغې ته توجو وکړئ، زۀ به قومونو ته خپل تعليمات وښايم، زما اِنصاف به د هغوئ دپاره رڼا وى.</verse>
				<verse number="5">زما رحم او اِنصاف زر راروان دى. زما خلاصون په لاره دے. زما مضبوط لاس به قومونو له اِنصاف راوړى. لرې مُلکونه زما انتظار کوى، هغوئ په دې طمع دى چې بچ يې کړم.</verse>
				<verse number="6">بره آسمان ته وګورئ، او لاندې زمکې ته وګورئ. آسمانونه به د لوګى په شان ورک شى، او زمکه به د زړې چِرړې په شان ورَسته شى، او د دې ټول خلق به د مچانو په شان مړۀ شى. خو زما خلاصون به د همېشه دپاره وى، او زما صداقت به هيڅکله نۀ ختميږى.</verse>
				<verse number="7">اے هغه خلقو چې څوک په صداقت پوهېږئ، ما ته غوږ ونيسئ، اے هغه خلقو چې د چا په زړُونو کښې چې زما تعليم اچولے شوے دے. کله چې خلق په تاسو پورې خندا کوى يا ستاسو بې‌عزتى کوى، نو مۀ يرېږئ،</verse>
				<verse number="8">ولې چې چينجى به هغوئ لکه د کپړې په شان وخورى، او چينجى به يې لکه د وړۍ په شان وخورى. خو زما صداقت به تر همېشه پورې وى، او زما خلاصون به تر ټولو نسلونو پورې قائم وى.“</verse>
				<verse number="9">اے مالِکه خُدايه، پاڅه. ويښ شه او زمونږ مدد وکړه. د خپل طاقت نه کار واخله او مونږ بچ کړه، خپل طاقت داسې استعمال کړه لکه څنګه دې چې مخکښې استعمالولو. دا تۀ وې چې سمندرى بلا راحب دې ټوټې ټوټې کړه.</verse>
				<verse number="10">دا هم تۀ وې چې سمندر دې اوچ کړو او په اوبو کښې دې لار جوړه کړه، نو چې هغه څوک په دې ژور سمندر کښې تېر شى چې کوم دې بچ کول.</verse>
				<verse number="11">د چا فديه چې مالِک خُدائ ورکړې ده نو هغوئ به راواپس شى، او څنګه چې صيون ته ننوځې نو د خوشحالۍ نه به چغې وهى او سندرې به وائى. هغوئ به د همېشه دپاره خوشحاله وى، او د غم او پرېشانۍ نه به په امن وى.</verse>
				<verse number="12">”زۀ، صرف زۀ تاسو له تسلى درکوم. نو بيا تاسو د انسانانو نه ولې يرېږئ، چې هغوئ د واښو نه هم زر فنا کيږى؟</verse>
				<verse number="13">تاسو هغه مالِک خُدائ هېر کړے دے چا چې پېدا کړئ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړل او چې د زمکې بنيادونه يې ولګول؟ تاسو هر وخت د هغه خلقو نه ولې په يره کښې يئ څوک چې د غصې نه په تاسو باندې ظلم زياتے کوى، څوک چې ستاسو د تباه کولو دپاره تيار دى؟ اوس د هغوئ غصه چرته ده؟</verse>
				<verse number="14">قېديان به زر راخلاص شى، هغوئ به په قېدخانه کښې نۀ مرى او د هغوئ سره به د خوراک کمے نۀ وى.</verse>
				<verse number="15">زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، سمندر ما راپاڅولو او د دې چپې مې غضبناکې کړې. زما نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.</verse>
				<verse number="16">ما خپل کلام ستاسو په ژبه ګويا کړو، او د خپل لاس د سورى لاندې مې تاسو پټ کړئ، آسمانونه مې خوارۀ کړل او د زمکې بنيادونه مې کېښودل، او ما يروشلم ته وفرمائيل، تاسو زما خلق يئ.“</verse>
				<verse number="17">ويښ شه. ويښ شه. پاڅه ودرېږه اے يروشلمه. تا د مالِک خُدائ د لاس نه هغه جام څښلے دے کوم چې د هغۀ د غصې نه ډک وو، دا جام تا تر آخرى قطرې پورې وڅښلو کوم چې د نشه ورو شرابو نه ډک وو.</verse>
				<verse number="18">ستا چې څومره زامن شوى دى په هغوئ کښې يو هم نشته چې ستا رهنمائى وکړى، تا چې څومره زامن لوئ کړى دى په هغوئ کښې يو هم نشته چې تا د لاس نه ونيسى او بو دې ځى.</verse>
				<verse number="19">په تا باندې دوه افتونه راغلې دى يعنې تباهى او بربادى، جنګ او قحط. خو څوک پاتې دى چې تا سره همدردى وکړى؟ او څوک پاتې دې چې تا له تسلى درکړى؟</verse>
				<verse number="20">ستا خلق د کمزورۍ د وجې نه په هره کوڅه کښې غورزيږى، هغوئ بې‌مددګاره لکه د هوسۍ په شان په جال کښې انښتى دى. او د مالِک خُدائ غضب په هغوئ نازل دے او خُدائ پاک هغوئ رټلى دى.</verse>
				<verse number="21">اے تاسو چې په مصيبت کښې ګېر يئ واورئ، څوک چې په نشه کښې يئ خو د ميو له وجې نه نه.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې د خپل قوم دپاره جنګيږى داسې فرمائى، ”ګورئ، ما دا د نشه ورو شرابو نه ډک جام ستاسو د لاس نه لرې کړے دے، نو تاسو به نور زما د غصې د جام نه نۀ څښئ.</verse>
				<verse number="23">دا به زۀ هغه خلقو له ورکړم چا چې په تاسو باندې ظلم زياتے کولو، هغه خلقو له چا چې تاسو په کوڅو کښې څملولئ او پښې به يې درباندې کېښودې او په تاسو به ګرځېدل.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="52">
				<verse number="1">اے يروشلمه، پاڅه، ويښ شه. خپلې د طاقت جامې واغونده. اے مقدسې ښاريې، د شان او شوکت والا جامې واغونده. ناسنته او ناپاک خلق به هيڅکله ستا په دروازو بيا درننه نۀ وځى.</verse>
				<verse number="2">اے يروشلمه، د ځان نه خاورې وڅنډه او پاڅه او په تخت کښېنه. اے د صيون قېد شوې لورې، د غلامۍ زنځيرونه د خپلې غاړې نه وشلوه.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې تاسو غلامان شوئ، نو ستاسو په سر پېسې نۀ وې ورکړے شوې، او چې کله تاسو آزادولے شئ نو ستاسو په سر به پېسې نۀ شى ورکولے.“</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”ډېره موده وړاندې زما خلق مِصر ته د څۀ مودې دپاره لاړل، خو اوس اسوريان بغېر د څۀ وجې په هغوئ باندې ظلم زياتے کوى.“</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ فرمائى، ”او په بابل کښې هم هغه کار شوے دے يعنې، زما خلق قېديان دى او د هغوئ په سر هيڅ پېسې نۀ دى ورکړے شوې. څوک چې په هغوئ حکومت کوى نو هغوئ هر وخت زما د نوم سپکاوے کوى.</verse>
				<verse number="6">نو داسې به زما خلقو ته زما د نوم پته وى، او داسې به هم په هغه ورځ هغوئ ته پته ولګى چې هم زۀ کلام کوم او زۀ حاضر يم.“</verse>
				<verse number="7">د هغوئ قدمونه څومره ښکلې دى چې په غرونو باندې روان دى او زېرے راوړى. ځکه چې هغه به د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى، او صيون ته به وائى، ”ستا خُدائ پاک بادشاه دے.“</verse>
				<verse number="8">څوک چې د ښار حفاظت کوى نو هغوئ د خوشحالۍ چغې وهى، هغوئ په خپلو سترګو باندې ګورى چې مالِک خُدائ صيون ته واپس راروان دے.</verse>
				<verse number="9">اے د يروشلم کنډرو، په يو ځائ د خوشحالۍ سندرې ووايئ. مالِک خُدائ به خپل ښار بچ کړى او خپلو خلقو له به تسلى ورکړى.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ به د خپل مقدس طاقت نه کار واخلى، خُدائ پاک به خپل خلق بچ کړى، او ټول قومونه او ټوله دُنيا به په خپلو سترګو دا وګورى.</verse>
				<verse number="11">ځئ، ځئ، د دغه ځائ نه ځئ. چې يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، څوک چې د مالِک خُدائ د کور سامان وړى تاسو خپل ځانونه پاک وساتئ او لاړ شئ.</verse>
				<verse number="12">ضرورى نۀ ده چې تاسو په منډه لاړ شئ، او نۀ تاسو ته اچانک د تېښتې ضرورت شته، ولې چې مالِک خُدائ به ستاسو نه وړاندې ځى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک به د وروستو نه ستاسو حِفاظت کوى.</verse>
				<verse number="13">ګورئ، زما خِدمت کوونکے به په خپل کار کښې کامياب شى، د هغۀ به ډېر زيات عزت کيږى.</verse>
				<verse number="14">خو کله چې يې هغه وليدو نو ډېر خلق حېران شول، د هغۀ شکل صورت داسې خراب وو چې هغه د نورو انسانانو په شان نۀ ښکارېدو.</verse>
				<verse number="15">اوس به ډېر قومونه هغۀ ته حېران شى، او د هغۀ په وړاندې به د بادشاهانو د خولې نه خبرې نۀ وځى. ځکه چې هغوئ به هغه څۀ وګورى چې د څۀ ورته وئيلے شوى نۀ وى، او هغوئ به په هغه څۀ پوهه شى د څۀ چې يې اورېدلى نۀ وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="53">
				<verse number="1">زمونږ په پېغام چا يقين کړے دے؟ مالِک خُدائ خپل قوت په چا ظاهر کړے دے؟</verse>
				<verse number="2">د مالِک خُدائ په وړاندې زما خِدمت کوونکى داسې وده وکړه لکه څنګه چې يو نرم تېغ په زمکه جرړې نيسى. هغۀ څۀ شان شوکت او حُسن نۀ لرلو چې د هغې په وجه مونږ ورباندې پام کړے وے. او نۀ په کښې څۀ داسې کشش وو چې مونږ يې متاثره کړې وے.</verse>
				<verse number="3">خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.</verse>
				<verse number="4">خو بې‌شکه چې هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې. خو بيا هم زمونږ دا خيال وو چې هغۀ له سزا ورکړے شوه، او دا چې خُدائ پاک هغه ووهلو او د هغۀ د ګناهونو سزا يې ورکړه.</verse>
				<verse number="5">خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.</verse>
				<verse number="6">مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.</verse>
				<verse number="7">هغۀ باندې ظلم زياتے وشو، خو هغۀ په خولۀ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل. لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموش وى، نو هم هغه شان هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.</verse>
				<verse number="8">هغه په دروغه مجرم وګرځولے شو او بوتلے شو. او هيچا د دې پرواه ونۀ ساتله چې هغه بې‌اولاده مړ شو، او هغه د ژوندو د زمکې نه لرې کړے شو. خو هغه زما د خلقو د ګناه په وجه ووژلے شو.</verse>
				<verse number="9">د هغوئ اراده وه چې د بدعمله خلقو سره يې ښخ کړى، خو هغه د مالداره سړى په قبر کښې کېښودلے شو، خو هغۀ هيڅ جرم هم نۀ وو کړے او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.</verse>
				<verse number="10">خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.</verse>
				<verse number="11">کله چې هغه وګورى چې د هغۀ د مصيبت اوچتولو په وجه هغۀ څۀ حاصل کړى دى، نو هغه به مطمئن شى. زما صادق خِدمت کوونکے به ډېر خلق صادقان کړى، ځکه چې هغه به د هغوئ ګناهونه اوچت کړى.</verse>
				<verse number="12">نو زۀ به هغۀ له د عزت مقام ورکړم، او زۀ به د زورَورو سره مالِ غنيمت تقسيم کړم، ځکه چې هغۀ خپل ځان مرګ ته حواله کړو او هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو. د ډېرو خلقو ګناه يې واخستله او د بدعملو د ګناه معافى يې وغوښتله.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="54">
				<verse number="1">مالِک خُدائ فرمائى، ”اے شنډې ښځې د چا چې اولاد نشته. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د خوشحالۍ نه سندرې ووايه، ولې چې تا د ماشوم د راوړو درد نۀ دے تېر کړے. ولې چې د شنډې ښځې بچى اوس د وادۀ شوې ښځې نه زيات دى.</verse>
				<verse number="2">تاسو چې په کومه خېمه کښې اوسېږئ هغه لويه کړئ او پړدې يې خوَرې کړئ، بچت مۀ کوئ، د خېمې پړى اوږدۀ کړئ او موږى يې کلک کړئ.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې تاسو به خپل سرحدونه هر طرف ته خوارۀ کړئ، ستاسو اولاد به قومونه فتح کړى او چې کوم ښارونه خوشى دى نو هغه به دوباره آباد کړى.</verse>
				<verse number="4">يرېږئ مۀ، تاسو به نور د شرم سره نۀ مخ کېږئ. شرمېږئ مۀ، تاسو به نۀ بې‌عزته کېږئ. تۀ به خپل د ځوانۍ شرم هېر کړې او د کونډېدو رسوائى به ستا د ذهن نه ختمه شى.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې ستاسو خالِق به ستاسو خاوند وى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ستاسو خلاصونکے دے، هغه د ټولې دُنيا خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ به تاسو بيا راوغواړى داسې لکه چې خاوند ښځه پرېښې وى او سخته پرېشانه وى. تاسو د داسې ښځې په شان يئ چې ځوانه وادۀ شوى وى او خاوند رد کړې وى. ستاسو خُدائ پاک داسې فرمائى،</verse>
				<verse number="7">د يوې لحظې دپاره ما تاسو پرېښودلئ، خو اوس ډېر لوئ رحم سره به تاسو بيا راجمع کړم.</verse>
				<verse number="8">ما د غصې په تاو کښې د لږ ساعت دپاره ستاسو نه مخ واړولو، خو زۀ به تل په مينې سره په تاسو رحم کوم.“ ستاسو خلاصونکے مالِک خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="9">”لکه څنګه چې د نوح په وخت کښې ما وعده کړې وه چې بيا به هيڅکله په زمکه داسې سېلاب نۀ راځى. نو هغسې ما قسم کړے دے چې زۀ به بيا تاسو ته نۀ غصه کېږم، او نۀ به تاسو رټم.</verse>
				<verse number="10">اګر کۀ غرونه لرې کړے شى او غونډۍ غېبې شى، خو زما وفاداره مينه به ستاسو سره هيڅکله نۀ ختميږى، او زما د امن لوظ به هيڅکله تاسو سره نۀ ختميږى.“ هغه مالِک خُدائ داسې فرمائى څوک چې په تاسو رحم کوى.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ فرمائى، ”اے يروشلمه، په تا سخت طوفان تېر شو او هيچا هم تسلى درنۀ کړے شوه. زۀ به تا د قيمتى کاڼو نه بيا آباد کړم او ستا بنيادونه به د نيلم کاڼو نه بيا جوړ کړم.</verse>
				<verse number="12">ستا منارې به زۀ د ځلېدونکو عقيقو نه جوړې کړم، ستا دروازې به د پړقېدونکو لعلونو نه جوړې کړم، او ستا دېوالونه به د قيمتى کاڼو نه جوړ کړم.</verse>
				<verse number="13">زۀ په خپله به ستاسو ټولو بچو ته ښودنه کوم، او هغوئ به خېر خېريت سره وى.</verse>
				<verse number="14">ستا د بادشاهت بنياد به په اِنصاف باندې وى، د ظلم زياتى نه به په امان يې، نۀ به تۀ يرېږې، او نۀ به يره تا ته نزدې راځى.</verse>
				<verse number="15">کۀ څوک په تاسو باندې حمله کوى نو دا به زما د طرف نه نۀ وى. نو هر څوک چې ستاسو خِلاف جنګ کوى هغه به شکست خورى.</verse>
				<verse number="16">ما لوهار پېدا کړے دے، څوک چې د هوا په ذريعه سکارۀ ګرموى او وسله جوړوى. د تباهۍ دپاره ما تباه کار هم پېدا کړى دى.</verse>
				<verse number="17">داسې وسله به نۀ وى چې تاسو ته ضرر ورسوى، او څوک چې په تاسو اِلزام لګوى نو تاسو به د هغوئ خولې بندې کړئ. د مالِک خُدائ خادِمان به د دې فائدو نه خوند اخلى، زۀ به د هغوئ حق څرګند کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="55">
				<verse number="1">مالِک خُدائ فرمائى، ”هر څوک چې تږى وى، راشئ اوبۀ وڅښئ. څوک چې مال دولت نۀ لرى، نو راشئ، واخلئ او وې خورئ. راشئ، مے او پئ واخلئ، دا مفت دى.</verse>
				<verse number="2">چې په څۀ باندې تاسو نۀ مړېږئ نو په هغې باندې پېسې ولې خرچ کوئ؟ چې فائده نۀ درکوى نو په هغه خوراک پېسې ولې ورکوئ؟ غور سره ما ته غوږ شئ او ښۀ خوراک کوئ. تاسو به د ډېرو مزيدارو خوراکونو نه خوند واخلئ.</verse>
				<verse number="3">اوس غوږ ونيسئ او ما له راشئ، نو تاسو به ژوندى اوسئ. زۀ به تاسو سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړم او زۀ به تاسو له هغه نۀ ختمېدونکې مينه درکړم چې ما يې د داؤد سره لوظ کړے وو.</verse>
				<verse number="4">ګوره، ما هغه د قومونو ګواه جوړ کړو، ما هغه د قومونو مشر او فوجى آفسر جوړ کړو.</verse>
				<verse number="5">اوس به تاسو د بل مُلک هغه قومونه راوغواړئ، چې په يو وخت کښې هغوئ تاسو نۀ پېژندئ، خو اوس به هغوئ په منډه منډه تاسو له راشى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات به دا هر څۀ وکړم، او تاسو له به عزت درکړم.</verse>
				<verse number="6">د مالِک خُدائ لټون وکړئ کله چې هغه موندے شئ، هغۀ ته آواز وکړئ کله چې هغه نزدې دے.</verse>
				<verse number="7">بدعمله خلق دې خپلې د ژوند طريقې بدلې کړى او شرپسند دې خپل خيالونه بدل کړى. او هغوئ دې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى، نو هغه رحم کوونکے دے او کولاو زړۀ سره معاف کوى.“</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خيالونه ستاسو د خيالونو په شان نۀ دى، او زما لارې ستاسو نه بدلې دى.</verse>
				<verse number="9">لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو هم دغه شان زما لارې او سوچونه هم ستاسو نه اوچت دى.</verse>
				<verse number="10">لکه څنګه چې باران او واوره د آسمان نه راوريږى او هسې واپس نۀ ځې بلکې زمکه اوبۀ کوى. دې سره فصلونه راشنۀ کيږى زميندار له تخم او اوږى له خوراک ورکوى.</verse>
				<verse number="11">زما کلام هم، هم دغسې دے. چې زما د خولې نه وځې نو خالى لاس به واپس نۀ راځى. دا به زما مرضى پوره کوى او په هغه هر څۀ کښې به کامياب وى د څۀ دپاره چې ما لېږلے وى.</verse>
				<verse number="12">تاسو به خوشحالۍ سره وځئ، او سلامتۍ سره به بوتلے شئ. غرونه او د غرونو غونډۍ به په تېز آواز سندرې وائى، او په پټى کښې ټولې ونې به د خوشحالۍ نه لاسونه پړقوى.</verse>
				<verse number="13">چرته چې اوس د غنو بوټى دى نو هلته به د سبر ونې راوټوکيږى، او د ازغو په ځائ کښې به د نختر ونې راوټوکيږى. دې سره به د مالِک خُدائ نوم ته جلال ملاويږى، دا به د هغۀ د قدرت او د مينې يو نۀ ختمېدونکې نښه وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="56">
				<verse number="1">مالِک خُدائ خپلو خلقو ته فرمائى چې، ”هغه څۀ کوئ څۀ چې صحيح او د اِنصاف دى، ولې چې زۀ زر راروان يم چې تاسو له خلاصون درکړم، او ستاسو مينځ کښې خپل صداقت څرګند کړم.</verse>
				<verse number="2">بختور دى هغوئ چې په صداقت کلک ولاړ وى. بختور دى هغوئ چې د سبت د ورځې بې‌حرمتى نۀ کوى بلکې منى يې، او خپل ځانونه د بدعملۍ نه ساتى.“</verse>
				<verse number="3">د پردى مُلک کوم خلق چې د مالِک خُدائ منونکى جوړ شوى دى نو هغوئ دې ونۀ وائى چې، ”مالِک خُدائ به مونږ خامخا د خپلو خلقو نه جدا کړى.“ او نۀ دې خصى وائى چې، ”زۀ خو اوچ بوټے يم، نۀ مې بچى شته او نۀ مستقبل.“</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کوم خصيان چې د سبت ورځې د منلو په وجه زما درناوے کوى او هغه کار کوى چې زۀ ورباندې رضا کېږم او زما په لوظ ټينګ ولاړ وى،</verse>
				<verse number="5">نو زۀ به هغوئ له زما په خپل کور او د هغې چارديوارۍ کښې يو داسې يادګار او نوم ورکوم چې د لوڼو او زامنو نه به زيات ښۀ وى. او کوم نوم به چې زۀ هغوئ له ورکوم نو هغه به تل تر تله وى او هيڅکله به ختميږى نه.</verse>
				<verse number="6">او مالِک خُدائ د پردى مُلک هغه خلقو ته فرمائى چې کوم د هغۀ منونکى جوړ شوى دى، څوک چې د هغۀ سره مينه کوى او د هغۀ خِدمت کوى، کوم چې د سبت ورځ منى او د هغۀ په لوظ ټينګ ولاړ وى،</verse>
				<verse number="7">نو زۀ به هغوئ خپل مقدس غر صيون ته راولم، او خپل د دُعا کور کښې به د هغوئ زړونه د خوشحالۍ نه ډک کړم. او زۀ به د هغوئ سوزېدونکې نذرانې او قربانۍ قبولې کړم. ځکه چې زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى.“</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ تعالىٰ، چا چې خپل خلق بنى اِسرائيليان د جلاوطنۍ نه راوستى دى هغه فرمائى چې هغه به نور خلق هم راجمع کړى هغوئ سره څوک چې مخکښې نه راجمع دى.</verse>
				<verse number="9">اے ټولو بلاګانو. اے د ځنګل ټولو بلاګانو راشئ. او زما خلق لواړ تېر کړئ.</verse>
				<verse number="10">زما د خلقو مشران لکه د محافظانو په شان دى څوک چې په سترګو ړاندۀ دى، او ټول د هيڅ نه هم نۀ دى خبر. هغوئ ټول د ګونګى سپى په شان دى او غپلے نۀ شى، هسې پراتۀ وى او خوبونه کوى. د هغوئ خوب ډېر خوښ دے.</verse>
				<verse number="11">هغوئ د لالچى سپو په شان دى چې هيڅکله نۀ مړيږى. باوجود د دې چې هغوئ ته شپانۀ وئيلے شى خو هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. هغوئ ټول په خپله مخه روان دى او خپلې ګټې پسې ګرځى.</verse>
				<verse number="12">هغوئ وائى، ”راځئ چې مے واخلو او ځانونه پرې ښۀ په سور کښې کړُو. او سبا به د نن نه هم زياته خوشحالى کوُو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="57">
				<verse number="1">صادق سړے مړ شى او هيڅ څوک يې پرواه نۀ ساتى. ديانتدار خلق د دُنيا نه اوچت کړے شى، خو هيڅوک پرې نۀ پوهيږى. هيڅوک پرې نۀ پوهيږى چې صادقان د بدۍ نه بچ کېدو دپاره دُنيا نه اوچت کړے شوى دى.</verse>
				<verse number="2">څوک چې د خُدائ پاک په لارو ژوند تېر کړى، او چې کله وفات شى نو ورته آرام او سکون ملاويږى.</verse>
				<verse number="3">خو اے د کوډګرې بچو، د زناکارې او کنجرې بچو، ديخوا راشئ.</verse>
				<verse number="4">تاسو چا پورې ټوقې کوئ؟ چا ته خپل بوتاړ وران کړئ او ژبې ورته راوباسئ؟ تاسو هم د دوکه بازو او ګناهګارو بچى يئ.</verse>
				<verse number="5">تاسو د بُتانو عبادت داسې کوئ چې د هر شين بوټے او د څېړۍ د مقدسو ونو لاندې زنا کوئ. تاسو د ګټو په غارونو کښې او واديانو کښې خپل بچى قربانى کوئ.</verse>
				<verse number="6">د واديانو هوار کاڼى ستاسو معبودان دى. تاسو دې ته د څښلو نذرانې تويَوئ او د غلې نذرانې ورته پېش کوئ. ستاسو خيال دا دے څۀ چې زۀ په دې هر څۀ باندې خوشحالېږم؟</verse>
				<verse number="7">تاسو په هر اوچت غر د پاسه زنا کړې ده. هلته تاسو بُتانو ته نذرانې پېش کړى دى او ما سره مو بې‌وفائى کړې ده.</verse>
				<verse number="8">تا د خپل کور په چوکاټونو او د دروازو شاته د بُتانو نښې ولګولې. زۀ دې پرېښودم او د نفرت نه ډکو بُتانو سره کټ ته اوختې. تا د هغوئ سره سودا کړې ده. د هغوئ بربنډو جسمونو ته کتل تا له خوند درکوى.</verse>
				<verse number="9">تۀ د زيتُونو تېلو، او ډېرو عطرو سره مولک بُت له لاړې. د نوى معبودانو پېدا کولو دپاره چې مينه ورسره وکړې تا خپل پېغام وړُونکى لرې لرې تر دې چې عالمِ ارواح پورې دې ولېږل.</verse>
				<verse number="10">د نورو معبودانو په لټولو کښې تاسو خپل ځانونه ستړى کړئ، خو تاسو هيڅکله نۀ وايئ چې، ”دا فضول دى.“ ستاسو شوق تاسو له طاقت درکوى نو ځکه تاسو ستړى کېږئ نه.</verse>
				<verse number="11">تۀ د چا نه دومره سخت يرېدې چې تا ما ته دروغ ووئيل، نۀ دې زۀ ياد کړم او نۀ دې زما پرواه وکړه؟ زۀ چې دا دومره موده خاموش وم نو په دې وجه تۀ زما نه نۀ يرېږې څۀ؟</verse>
				<verse number="12">زۀ به ستا تش د نامې صداقت او کارونه خلقو ته څرګند کړم. او دا به ستا هيڅ په ښه نۀ راځى.</verse>
				<verse number="13">کله چې تاسو د مدد دپاره آواز وکړئ، نو ستاسو هغه بُتان دې تاسو بچ کړى کنه. هوا به هغوئ اوچت کړى، د ساه يو پوکے به هغوئ يوسى. خو څوک چې په ما ايمان لرى نو هغه به د مُلک مالِک شى، او زما د مقدس غر وارث به شى.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ فرمائى، ”لار جوړه کړئ، لار جوړه کړئ. دا تياره کړئ او زما د خلقو د لارې نه هر خنډ لرې کړئ.</verse>
				<verse number="15">زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.</verse>
				<verse number="16">زۀ به همېشه خپلو خلقو سره جنګ نۀ کوم، او تل تر تله به ترېنه خفه نۀ يم. کۀ ما داسې وکړل نو د خلقو نه به ساه وځى، هغه ژوندون ورکوونکى ساه چې ما تخليق کړې ده.</verse>
				<verse number="17">د هغوئ د بدترين لالچ په وجه زۀ هغوئ ته په قهر وم، نو په دې وجه ما هغوئ له سزا ورکړه او هغوئ مې رد کړل. خو هغوئ ضديان وُو او بيا بيا به خپلو لارو ته راواپس کېدل.</verse>
				<verse number="18">هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى، خو باوجود د دې به زۀ هغوئ ښۀ کړم. زۀ به د هغوئ رهنمائى کوم او چې څوک غمژن وى نو زۀ به تسلى ورکوم.</verse>
				<verse number="19">زۀ به د هغوئ په ژبه باندې د حمد و ثناء الفاظ راولم. کۀ څوک لرې وى او کۀ نزدې وى، نو زۀ به هغه ټولو ته امن پېش کوم، او زۀ به ورله شفا ورکوم.</verse>
				<verse number="20">خو بدعمله خلق د چپې وهونکى سمندر په شان دى، چې هيڅکله په آرام کيږى نه او چپې يې ځان سره ګند ګريل راوړى.“</verse>
				<verse number="21">زما مالِک خُدائ فرمائى، ”د بدعمله خلقو دپاره امن نشته.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="58">
				<verse number="1">”په زوره چغې ووهئ، ورو ورو خبرې مۀ کوئ. د بيګل په شان په اوچت آواز سره زما خلقو بنى اِسرائيلو ته د هغوئ د ګناه او بغاوت په حقله ووايئ.</verse>
				<verse number="2">هغوئ هره ورځ زما لټون کوى او زما د لارې په پېژندلو خوشحاليږى. داسې لکه چې هغه يو ډېر صادق قوم وى او د خپل خُدائ پاک حُکمونه يې رد کړې نۀ وى. هغوئ زما نه د اِنصاف فېصلې غواړى، او داسې څرګندوى چې خُدائ پاک ته په نزدې راتلو خوشحاليږى.</verse>
				<verse number="3">هغوئ وائى، ”کله چې مونږ روژې نيسو نو تۀ پرې ولې نۀ خوشحالېږې؟ مونږ ځانونه دومره عاجز کړُو او تۀ هډو توجو نۀ کوې.“ ګورئ، حقيقت دا دے چې کله تاسو روژه نيولې وى نو هم په هغه وخت تاسو په خپلو فائدو پسې ګرځئ او د خپلو مزدورانو سره ظلم زياتے کوئ.</verse>
				<verse number="4">د داسې روژې نۀ څۀ فائده چې تاسو په کښې جنګ جګړې کوئ؟ کۀ تاسو داسې قسمه روژې ساتئ نو د دې توقع هم نۀ شئ کولے چې ستاسو آواز به آسمان ته ورسى.</verse>
				<verse number="5">ولې زۀ داسې روژه خوښوم څۀ چې انسان دې په کښې يوې ورځې دپاره خپل ځان عاجز کړى؟ او د لوخې د پاڼې په شان خپل سرونه ټيټ کړى او د ټاټ په جامو کښې په ايرو دپاسه څملى؟ تاسو دې ته روژه وايئ؟ دا ورځ به مالِک خُدائ ته قبوله وى څۀ؟</verse>
				<verse number="6">نه، زۀ چې څنګه روژه غواړم هغه داسې ده يعنې، د بې‌اِنصافۍ په زنځيرونو کښې راګېر خلق آزاد کړئ، د خپلو ماتحتو بوج کم کړئ. مظلومان آزاد کړئ، هر جغ مات کړئ.</verse>
				<verse number="7">اوږې خلق په خپل خوراک کښې شريک کړئ، او بې‌کوره غريبانانو له پناه ورکړئ. چا ته چې د جامو حاجت وى نو هغوئ له جامې ورکوئ او د خپلو خپلوانو سره د مدد کولو نه مۀ پټېږئ.</verse>
				<verse number="8">نو بيا به تاسو لکه د سحر د نمر په شان ځلېږئ، او ستاسو زخمونه به زر زر جوړ شى. او ستاسو صداقت به ستاسو نه مخکښې روان وى، او د مالِک خُدائ جلال به د وروستو نه ستاسو حِفاظت کوى.</verse>
				<verse number="9">نو بيا به تاسو آواز کوئ او مالِک خُدائ به جواب درکوى، تاسو به د مدد دپاره سوال کوئ او مالِک خُدائ به فرمائى، ”زۀ حاضر يم.“ کۀ تاسو ظلم زياتے، بل ته ګوته نيول او د چُغلۍ خبرې پرېږدئ،</verse>
				<verse number="10">کۀ تاسو اوږو خلقو له روټۍ ورکړه او د مظلومانو مدد مو وکړو، نو بيا به ستاسو رڼا په تيارۀ کښې وځليږى، او چې ستاسو نه ګېرچاپېره کومه تيارۀ وى نو هغه به د غرمې په رڼا بدله شى.</verse>
				<verse number="11">نو زۀ به همېشه ستاسو لارښودنه کوم او په اوچ بيابان کښې به هم ستاسو حاجتونه پوره کوم. او زۀ به ستاسو وجود مضبوط کړم. تاسو به د يو داسې باغ په شان يئ چې ډېرې تېرې اوبۀ لرى، د هغه چينې په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى.</verse>
				<verse number="12">او ستاسو هغه پخوانى کنډرات به دوباره آباد کړے شى. تاسو به تېرو نسلونو بنيادونه بيا آباد کړئ. او بيا به تاسو دېوالونه دوباره جوړولو والا، او لارې کوڅې دوباره آبادولو والا يادېږئ.“</verse>
				<verse number="13">”کۀ تاسو د سبت ورځ يعنې زما په مقدسه ورځ کښې کاروبار نۀ کوئ، او دې ته د خوشحالۍ ورځ وايئ، دا د مالِک خُدائ مقدسه ورځ ګڼئ، د دې ادب کوئ او په دې ورځ خپل د روزانه کارونه نۀ کوئ او په خپلو فائدو پسې نۀ ګرځئ، او فالتُو خبرې نۀ کوئ،</verse>
				<verse number="14">نو بيا به تاسو د مالِک خُدائ سره په تعلق لرلو خوشحاله شئ. او زۀ به تاسو له لوئ عزت درکړم او په هغه ميراث به مو ماړۀ کړم د کوم لوظ چې ما ستاسو پلار نيکۀ يعقوب سره کړے دے. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="59">
				<verse number="1">واورئ، د مالِک خُدائ لاس دومره وړوکے نۀ دے چې هغه تاسو بچ کولے نۀ شى او نۀ يې غوږ کُوڼ دے چې ستاسو آواز نۀ اورى.</verse>
				<verse number="2">خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے. ستاسو ګناهونو د هغۀ مخ ستاسو نه پټ کړے دے، نو په دې وجه هغه ستاسو نۀ اورى.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې ستاسو لاسونه خونى، او ستاسو ګوتې په ګناه ککړې دى. ستا شونډې دروغژنې دى او خولۀ دې د بدعملۍ پس پس کوى.</verse>
				<verse number="4">په عدالت کښې څوک هم د اِنصاف مقدمه نۀ چلوى، څوک هم د رښتيا دليلونه نۀ پېش کوى. خلق حقيقت نه خالى خبرو باندې اعتبار کوى او دروغ وائى، هغوئ د بدعملۍ نه اُميدواره شى او بيا ترېنه ګناه پېدا شى.</verse>
				<verse number="5">هغوئ د زهرژنو مارانو په هګو کښېنى چې بچى ترې راوځى. څوک چې د هغوئ هګۍ وخورى نو مړۀ شى او چې ماتې شى نو زهرژن مار ترېنه راوځى. دا خلق د جولا جال جوړوى او داسې کپړه ترې جوړوى چې هيڅ د کار نۀ وى. هغه کپړه چې هغوئ جوړه کړه خپل ځان پرې پټولے نۀ شى. د هغوئ عملونه هم د ګناه دى، او ظلم زياتے د هغوئ کار دے.</verse>
				<verse number="6"></verse>
				<verse number="7">بدعملۍ له هغوئ په منډه ځى، او د بې‌ګناه وينې تويولو دپاره تېزى کوى. د هغوئ خيالونه د ګناه دى، او هر چرته چې ځى نو تباهى او بربادى کوى.</verse>
				<verse number="8">نه هغوئ د امن لار پېژنى او نه د هغوئ په لارو کښې اِنصاف شته. هغوئ خپلې لارې کږې وږې جوړې کړې دى، نو هر څوک چې په دې لار ځى هغه امن نۀ پېژنى.</verse>
				<verse number="9">نو ځکه اِنصاف زمونږ نه لرې دے او صداقت مونږ ته رارسى نه. مونږ د رڼا په انتظار کښې يُو، خو ګوره صرف تيارۀ راته ښکارى. مونږ د سپينې رڼا په اُميد کښې يُو خو په تکه توره تيارۀ کښې ګرځو.</verse>
				<verse number="10">او مونږ د ړندو په شان لاس په دېوال باندې اېښودلو اېښودلو سره لار معلوموو، د هغه خلقو په شان چې بلکل سترګې نۀ لرى. مونږ د غرمې هم داسې تيندکونه خورو لکه چې شپه وى، مونږ په ژوندو کښې د مړو په شان يُو.</verse>
				<verse number="11">مونږ ټول لکه د مېلوګانو غوريږُو، لکه د کونترو غور‌غور کوُو، مونږ د اِنصاف په انتظار کښې يُو خو شته دے نه، مونږ د خلاصون په انتظار کښې يُو خو دا زمونږ نه لرې دے.</verse>
				<verse number="12">زمونږ جرمونه ستا په وړاندې انبار دى، او زمونږ ګناهونه زمونږ خلاف ګواهى کوى. مونږ ته د خپل بغاوت احساس شته او مونږ ته پته ده چې مونږ څومره ګناهګار يُو.</verse>
				<verse number="13">مونږ د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او د هغۀ مو اِنکار کړے دے، مونږ خپل خُدائ پاک ته شا کړې ده. زمونږ خبرې د ظلم او بغاوت نه ډکې دى. مونږ به دروغ جوړول او بيا به مو دغه دروغ په عمل کښې راوستل.</verse>
				<verse number="14">اِنصاف وروستو شوے دے او صداقت لرې ولاړ دے. رښتيا د ښار په چوک کښې تيندک خوړلو سره راپرېوته، او ديانتدارى ورته ورداخلېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="15">رښتيا هيڅوک هم نۀ وائى، او څوک چې غلط کار نه لاس اخلى هغه لوټ کيږى. مالِک خُدائ دا وليدل او هغه په دې نارضا وو چې اِنصاف نشته.</verse>
				<verse number="16">هغۀ وکتل چې هيڅوک هم نۀ وو، هغه حېران شو چې د خلاصى والا څوک هم نۀ وو چې د مظلوم مدد وکړى. خو بيا د هغۀ خپل لاس هغۀ له خلاصون ورکړو، او د هغۀ صداقت د هغۀ مدد کولو.</verse>
				<verse number="17">هغۀ صداقت د زغرې په شان واغوستو او د خلاصون ټوپۍ يې په سر کړه. د بدل جامې يې واغوستې او د غېرت څادر يې ځان نه تاو کړو.</verse>
				<verse number="18">هغه به خپلو دشمنانو له د هغوئ د بدو عملونو سزا ورکړى. د هغۀ غضب به د هغۀ په مخالفينو راګزار شى. هغه به د دُنيا تر آخرى سره پورې دوئ له سزا ورکړى.</verse>
				<verse number="19">نو بيا به د نمرپرېواتۀ په طرف خلق د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى او نمرخاتۀ په طرف خلق به د هغۀ د نوم جلال بيانوى. ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى.</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”يو خلاصونکے به صيون ته راځى، د يعقوب هغه اولاد له چې د خپلو ګناهونو نه اوړى.</verse>
				<verse number="21">او ترڅو چې زما خبره ده نو زۀ به هغوئ سره يو لوظ وکړم. زما روح چې په تاسو دے او زما کلام چې ما ستاسو په خولۀ کښې اچولے دے، هغه به هيڅکله ستاسو د خولې نه، ستاسو د اولاد د خولې نه او د هغوئ د اولاد د خولې نه لرې نۀ شى. دا د مالِک خُدائ وينا ده او تر همېشه همېشه پورې به هم داسې وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="60">
				<verse number="1">پاڅه، وځلېږه. ځکه چې ستا نُور راغلے دے، او د مالِک خُدائ جلال په تا ځلېدلے دے.</verse>
				<verse number="2">ګورئ، داسې لکه چې په زمکه تيارۀ خوره وى او قومونه تکې تورې تيارۀ لاندې پټ وى، خو په تا باندې به د مالِک خُدائ نُور ځليږى او د هغۀ جلال به ستا دپاسه ښکارى.</verse>
				<verse number="3">قومونه به ستا نُور له راشى، او بادشاهان به ستا د سحر راختونکې رڼا له راشى.</verse>
				<verse number="4">خپل ځان نه ګېرچاپېره نظر واچوه او وګوره، هغوئ ټول راغونډيږى او تا له راځى. ستا زامن به د لرې لرې نه راشى، او ستا لوڼه به په غېږ کښې راوستلے شى.</verse>
				<verse number="5">بيا به تۀ دا وګورې او خوشحاله به شې، ستا زړۀ به غټ شى او د خوشحالۍ نه به درزيږى. ځکه چې د لرې مُلکونو خزانې به تا له راوړے شى، او د قومونو دولت به تا له راشى.</verse>
				<verse number="6">د اوښانو غټې قافلې به تا له راشى، د ميديان او عيفه نه به اوښان راشى. هغوئ به د شيبا نه راشى او سرۀ زر او خوشبودارې مصالحې به راوړى او د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوى.</verse>
				<verse number="7">د قيدار ټولې ګډې چېلۍ به تا له راوستے شى، او د نبايوت ټول ګډان به ستا خِدمت دپاره حاضر کړے شى. زۀ به په قربان ګاه د هغوئ قربانيانې قبولې کړم او خپلې عبادتخانې له به شان او شوکت ورکړم.</verse>
				<verse number="8">دا څوک دى چې د وريځې په شان رالوځى، لکه چې ګوګوشتکې جالې ته راروانې وى؟</verse>
				<verse number="9">دا د ترسيس سمندرى جهازُونه دى چې تا له راروان دى. ځکه چې دا جزيرې په ما يقين ساتى. دا سمندرى جهازونه ستا اولاد سره د هغوئ د سرو زرو او سپينو زرو د لرې لرې مُلکونو نه راولى، او داسې به ستا د مالِک خُدائ د نوم درناوے وشى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے، ځکه چې هغۀ تا له شان او شوکت درکړے دے.</verse>
				<verse number="10">د پردى مُلک خلق به ستا دېوالونه بيا جوړ کړى، او د هغوئ بادشاهان به ستا خِدمت کوى. ما په غصه کښې تا له سزا درکړه، خو اوس به زۀ خپل فضل سره په تا رحم وکړم.</verse>
				<verse number="11">ستا دروازې به تل کولاو وى، شپه او ورځ به دا نۀ بنديږى، ځکه چې د قومونو مال دولت او د هغوئ ګرفتار شوى بادشاهان به د فتحې په جلوس کښې ښار ته دننه راوستل شى.</verse>
				<verse number="12">خو چې کوم قوم او بادشاهى ستا خِدمت نۀ کوى نو هغوئ به برباد شى، هغوئ به په مکمل طور تباه شى.</verse>
				<verse number="13">د لبنان شان او شوکت به تا له راشى. د نختر، د صُندل او د سبر ونې به تا له راشى چې زما کور ښائسته کړے شى او داسې به زۀ خپل کور له جلال ورکوم.</verse>
				<verse number="14">کومو خلقو چې به په تا ظلم زياتے کولو نو د هغوئ اولاد به راځى او د عزت نه به تا ته ټيټيږى. هر چا چې ستا سپکاوے کړے دے نو هغه به ستا پښو ته ټيټيږى. هغوئ به تا ته ”د مالِک خُدائ ښار“ يا ”د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات صيون“ نوم اخلى.</verse>
				<verse number="15">اول تۀ رد کړے شوے وې او خلقو به تا نه نفرت کولو، او نۀ به څوک په تا کښې تېرېدل. خو اوس به زۀ تا د همېشه دپاره ښائسته کړم او د ټولو نسلونو دپاره به د خوشحالۍ ځائ يې.</verse>
				<verse number="16">طاقتور بادشاهان او زورَور قومونه به ستا هر ضرورت پوره کړى، داسې لکه چې تۀ يو ماشوم يې او د مَلِکې سينه روې. بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے، حفاظت کوونکے د بنى اِسرائيلو طاقتور حکمران يم.</verse>
				<verse number="17">زۀ به ستا زېړ په سرو زرو، اوسپنه په سپينو زرو، لرګى په زېړو او کاڼے په اوسپنه بدل کړم. امن به ستا رهنما او صداقت به ستا حکمران جوړ کړم.</verse>
				<verse number="18">ستا په مُلک کښې به نور د ظلم زياتى، تباهۍ او بربادۍ ذکر قدرې نۀ کيږى. تۀ به خپلو دېوالونو ته خلاصون او دروازو ته حمد‌و‌ثناء نوم اخلې.</verse>
				<verse number="19">تا ته به نور د ورځې د نمر ضرورت نۀ وى او د شپې به درته د سپوږمۍ ضرورت نۀ وى، ځکه چې مالِک خُدائ به ستاسو نۀ ختمېدونکے رڼا وى او خُدائ پاک به ستاسو جلال وى.</verse>
				<verse number="20">ستا نمر به هيڅکله نۀ پرېوځى او نۀ به دې کله سپوږمۍ کوزيږى. ځکه چې مالِک خُدائ به ستا ابدى نُور وى، او ستا د غم ورځې به ختمې شى.</verse>
				<verse number="21">ستا د قوم ټول خلق به صادقان وى، او هغه مُلک به د همېشه دپاره د هغوئ په قبضه کښې وى. ما هغوئ په خپلو لاسونو لکه د ونو په شان کَرلى دى، ترڅو خپله لوئى او جلال ټولو ته ښکاره کړم.</verse>
				<verse number="22">ستا ټولو نه وړه او کمزورې خاندان به هم د يو طاقتور قوم په شان لويه شى. په مقرر وخت به زۀ داسې وکړم. زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="61">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.</verse>
				<verse number="2">هغۀ زۀ د دې دپاره رالېږلے يم چې د مالِک خُدائ د برکت نه ډک کال اعلان وکړم، او د خُدائ پاک د بدل اخستلو ورځ راغلې ده چې ټولو ماتم کوونکو ته تسلى ورکړم.</verse>
				<verse number="3">څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمد‌و‌ثناء ورکړم. هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ به پخوانى کنډرات بيا آباد کړى او د هغه ځايونو مرمت به وکړى کوم چې ډېره موده مخکښې تباه شوى وُو. هغوئ به هغه تباه شوى ښارونه بيا قائم کړى کوم چې تر ډېرو نسلونو پورې غېر آباد وُو.</verse>
				<verse number="5">د نورو مُلکونو خلق به ستاسو خِدمت کوى. هغوئ به ستاسو د رَمو خيال ساتى، ستاسو پټو کښې به يوه کوى او ستاسو د انګورو د باغونو خيال به ساتى.</verse>
				<verse number="6">په هغه وخت به تاسو د مالِک خُدائ اِمامان يادېږئ، او خلق به تاسو ته د خُدائ پاک خادِمان وائى. تاسو به د نورو قومونو د مال دولت نه خوند واخلئ او د هغوئ نه چې کوم مال حال تاسو ته ملاويږى په هغې به لافې وهئ.</verse>
				<verse number="7">د بې‌عزتۍ او سپکاوى په ځائ به تاسو ته يو په دوه عزت درکړے شى. په خپل مُلک کښې به تاسو د مال دولت يو په دوه حِصه دار يئ، او ستاسو خوشحالى به د همېشه دپاره وى.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ د اِنصاف سره مينه کوم او زۀ د غلا او بدۍ نه نفرت کوم. زۀ به وفادارۍ سره خپلو خلقو له د هغوئ اجر ورکړم او د هغوئ سره به د همېشه دپاره يو لوظ وکړم.</verse>
				<verse number="9">د هغوئ نسل به په قومونو کښې او د هغوئ اولاد به په اُمتونو کښې مشهور شى، هر څوک چې هغوئ وګورى نو پته به ورته لګى چې دا هغه خلق دى چا له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے.“</verse>
				<verse number="10">زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.</verse>
				<verse number="11">لکه څنګه چې زمکه شينکے راټوکوى او باغ خپل تخم زرغونوى، نو داسې به خُدائ تعالىٰ خلق صداقت ته جوړ کړى او دوئ به د ټولو قومونو په مخکښې د هغۀ ثناء او صِفت وکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="62">
				<verse number="1">د صيون د خاطره به زۀ غلے نۀ کښېنم، د يروشلم د خاطره به زۀ تر هغې پورې آرام نۀ کوم چې د هغې صداقت د سحر د رڼا په شان ونۀ ځليږى او د هغې خلاصون د مشعل په شان ونۀ ځليږى.</verse>
				<verse number="2">قومونه به ستا صداقت ووينى، او ټول بادشاهان به ستا شان او شوکت وګورى. او تا ته به يو نوے نوم درکړے شى، يو داسې نوم چې مالِک خُدائ به په خپله خولۀ درباندې اېښے وى.</verse>
				<verse number="3">نو تۀ به د مالِک خُدائ په لاس کښې د شاندار تاج په شان يې او د خپل خُدائ پاک په لاس کښې به د شاهى پټکى په شان يې.</verse>
				<verse number="4">تا ته به بيا هيڅکله ”پرېښودلے شوے ښار“ نوم نۀ شى اخستلے، او نۀ به ستا زمکې ته ”خوشے مُلک“ نوم اخستلے شى. ستا نوے نوم به ”د خُدائ پاک د خوشحالۍ ښار“ او ”د خُدائ پاک ناوې“ وى، ځکه چې مالِک خُدائ ستا نه خوشحال دے او ستا نه به خپله ناوې جوړه کړى.</verse>
				<verse number="5">لکه څنګه چې يو زلمے يوې پېغلې سره وادۀ کوى، نو داسې به ستا زامن تا سره لوظ وکړى. لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د خپلې ناوې سره خوشحاله وى، نو داسې خُدائ پاک به ستا نه خوشحاله وى.</verse>
				<verse number="6">اے يروشلمه، ستا په دېوالونو ما څوکيداران ودرولى دى، هغوئ به شپه او ورځ مسلسل دُعا کوى. تاسو چې څوک مالِک خُدائ ته دُعا کوئ هيڅ آرام مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="7">او مۀ مالِک خُدائ آرام ته پرېږدئ ترڅو چې هغۀ يروشلم قائم کړى نۀ وى او د دُنيا دپاره يې د فخر باعث جوړ کړى نۀ وى.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ په خپل ښى لاس او زورَور مټ باندې قسم خوړلے دے او لوظ يې کړے دے چې، ”زۀ به بيا ستا غله ستا په دشمنانو نۀ خوروم، او نۀ به محنت سره جوړ شوى ستا مے د پردى مُلک خلقو باندې څښوم.</verse>
				<verse number="9">خو چا چې دا غله رېبلې وى نو هغوئ به دا خورى او د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوى. او چا چې دا انګور راټول کړى وى نو هغوئ به په خپله د دې شراب د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې وڅښى.“</verse>
				<verse number="10">بهر لاړ شئ، د ښار دروازو نه بهر لاړ شئ. او چې کوم خلق واپس راځى نو د هغوئ دپاره يو سړک جوړ کړئ. يو لوئ سړک تيار کړئ، د دې نه کاڼى لرې کړئ. يوه جنډا ولګوئ چې قومونو ته پته لګى.</verse>
				<verse number="11">ګورئ، مالِک خُدائ ټولې دُنيا ته دا اعلان کوى، ”د صيون لور ته ووايئ چې ګورئ، ستاسو خلاصون راتلونکے دے. ګورئ، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے، او د هغۀ انعام د هغۀ نه مخکښې مخکښې روان دے.“</verse>
				<verse number="12">هغوئ ته به ”مقدس خلق“ او ”د مالِک خُدائ بچ کړے شوى خلق“ نوم اخستلے شى. او يروشلم ته به ”غوره کړے شوے ښار،“ ”هغه ښار چې پرېښودے شوے نۀ وى“ نوم اخستلے شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="63">
				<verse number="1">دا څوک دے چې د ادوم نه راروان دے، سرې جامې يې اغوستې دى او د بُصره ښار نه راروان دے؟ دا څوک دے چا چې د رُعب شاهى لباس اغوستے دے او قوت سره روان دے؟ ”هم زۀ يم، چې د صداقت اعلان کوم، او د بچ کولو طاقت لرم.“</verse>
				<verse number="2">ستا جامې ولې دومره سرې دى؟ داسې لکه چې ستا جامې د انګورو نچوړولو سره سرې شوې وى.</verse>
				<verse number="3">”ما يواځې انګور نچوړ کړى دى، په قومونو کښې هيڅ څوک هم ما سره نۀ وو. ما په غصه کښې هغوئ نچوړ کړى دى او د قهر نه پرې ګرځېدلے يم. د هغوئ د وينې دارې زما په کپړو پرېوتې دى او زما جامې په وينو سرې شوې دى.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې هغه وخت راغلے دے چې د خپلو خلقو دپاره بدل واخلم. او هغه کال راغلے دے چې هغوئ په بيعه واخلم.</verse>
				<verse number="5">زۀ حېران شوم چې هيڅوک نۀ وو چې خلاصے يې کړے وے او د مظلومانو مدد يې کړے وے. نو زۀ پخپله وروړاندې شوم چې هغوئ د خپل مضبوط لاس سره بچ کړم. او زما غصې زما مدد وکړو.</verse>
				<verse number="6">ما په خپله غصه کښې قومونه چخڼى او نشه کړل او د هغوئ وينه مې په زمکه توئ کړه.“</verse>
				<verse number="7">زۀ به د مالِک خُدائ د نۀ ختمېدونکې مينې بيان وکړم، هر څۀ چې هغۀ زمونږ دپاره کړى دى نو د هغې دپاره به زۀ د هغۀ ثناء صِفت کوم. هغۀ چې بنى اِسرائيلو سره بې‌شمېره ښېګړې کړې دى په هغې به خوشحالى کوم، کومې چې هغۀ د خپل رحم او مينې په مطابق کړى دى.</verse>
				<verse number="8">هغۀ وفرمائيل، ”دوئ زما خپل خلق دى، يقيناً چې هغوئ به ما سره دوکه نۀ کوى.“ او هغه د هغوئ خلاصونکے جوړ شو.</verse>
				<verse number="9">هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.</verse>
				<verse number="10">خو هغوئ د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د هغۀ مقدس روح يې خفه کړو. نو مالِک خُدائ د هغوئ دشمن شو او د هغوئ خِلاف يې جنګ وکړو.</verse>
				<verse number="11">بيا هغوئ ته هغه تېره زمانه راياده شوه کله چې موسىٰ د خپلو خلقو د مِصر نه راوتو کښې رهنمائى کوله. هغوئ چغه کړه، ”هغه چرته دے چا چې بنى اِسرائيل د سمندر نه پورې ويستل، چې موسىٰ د هغوئ شپون وو؟ هغه چرته دے چا چې خپل مقدس روح راولېږلو چې د هغۀ د خلقو په مينځ کښې وى؟</verse>
				<verse number="12">هغه چرته دے چا چې خپل طاقت څرګند کړو کله چې موسىٰ خپل لاس اوچت کړو، هغه چرته دے چا چې د هغوئ په وړاندې سمندر تقسيم کړو او خپل ځان يې د همېشه دپاره مشهور کړو؟</verse>
				<verse number="13">هغه چرته دے چا چې د سمندر بېخ کښې د دوئ په تېرېدو کښې رهنمائى وکړه؟“ هغوئ لکه د ښو آسونو په شان وُو چې په صحرا کښې تېز روان وُو او هيڅ تيندکونه يې نۀ خوړل.</verse>
				<verse number="14">لکه څنګه چې څاروى د آرام وادۍ ته کوزيږى، داسې د مالِک خُدائ روح هغوئ له آرام ورکړو. مالِک خُدائ خپل خلق بوتلل او د هغۀ د نوم درناوے وشو.</verse>
				<verse number="15">اے مالِکه خُدايه، د آسمان نه په مونږ نظر وکړه، چرته چې تۀ د پاکوالى او جلال سره اوسېږې. ستا غېرت او ستا طاقت چرته دے؟ مونږ ستا د رحم او همدردۍ نه محروم پاتې شُو.</verse>
				<verse number="16">هم تۀ زمونږه پلار يې. اګر کۀ اِبراهيم او يعقوب مونږ خپل نۀ ګڼى، خو بيا هم مالِکه خُدايه، هم تۀ زمونږه پلار يې، د پخوا نه تۀ زمونږ بچ کوونکے يې.</verse>
				<verse number="17">اے مالِکه خُدايه، تا ولې مونږ دې ته مجبور کړو چې ستا لارې نه واوړُو؟ او زمونږ زړونه دې ولې دومره سخت کړل چې ستا نه نۀ يريږو؟ د خپلو خِدمت کوونکو د خاطره راوګرځه، د هغه قبيلو د خاطره چې ستا ميراث دے.</verse>
				<verse number="18">ستا مقدس ځائ د لږ وخت دپاره ستا مقدسو خلقو سره وو، خو اوس زمونږ دشمنانو هغه تباه کړے دے.</verse>
				<verse number="19">کله کله خو داسې ښکارى لکه چې مونږ هډو ستا خلق نۀ وُو او نۀ کله ستا د خلقو د نوم پورې تړلې يُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="64">
				<verse number="1">اے، چې تۀ آسمان وشلوې او راکوز شې، نو غرونه به تا وګورى او ستا په وړاندې به په ريږدېدو شى.</verse>
				<verse number="2">لکه څنګه چې اور لرګى سيزى او اوبۀ خوټکوى، نو ستا راتګ به قومونه ولړزوى. بيا به ستا دشمنانو ته ستا د مشهورتيا پته ولګى.</verse>
				<verse number="3">پخوا کله چې تا يروونکى کارونه وکړل چې مونږ يې هيڅ توقع نۀ کوله، نو تۀ داسې راکوز شوې چې غرونه ستا په وړاندې په لړزان شول.</verse>
				<verse number="4">د پخوا نه نۀ ستا په شان خُدائ پاک چا ليدلے دے او نۀ يې اورېدلې دى، صرف تۀ هغه خُدائ يې چې د هغوئ مدد کوې څوک چې ستا په انتظار کښې وى.</verse>
				<verse number="5">تۀ هغه خلقو ته هرکلے وائې څوک چې په خوشحالۍ سره د صداقت کارونه کوى او ستا په لار ځى. ګوره، تۀ مونږ ته غصه وې، خو مونږ ګناه نۀ پرېښودله، چې د ډېرې زمانې نه مونږ په ګناه کښې بوخت يُو، نو څنګه به بچ شُو؟</verse>
				<verse number="6">مونږ ټول د هغه سړى په شان يُو څوک چې ناپاک وى، او زمونږ ټول ښۀ عملونه د پليتې کپړې په شان دى. مونږ د خزان د پاڼو په شان مړاوى شُو او راپرېوځو، او زمونږ ګناهونه مونږ لکه د هوا په شان جارُو کړى.</verse>
				<verse number="7">هيڅ څوک هم ستا نوم نۀ اخلى او نۀ تا ته د رحم سوال کوى. تا زمونږ نه مخ اړولے دے او مونږ دې زمونږ د ګناه په حواله کړې يُو.</verse>
				<verse number="8">خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې. مونږ د خټې په شان يُو او تۀ د کُلال په شان يې. تا مونږ جوړ کړى يُو،</verse>
				<verse number="9">مونږ ته سخت مۀ غصه کېږه او زمونږ ګناه د همېشه دپاره ياده مۀ ساته. مونږ ته وګوره، مونږ تا ته مِنت کوُو، او ګوره مونږ ټول هم ستا خلق يُو.</verse>
				<verse number="10">ستا مقدس ښارونه تباه شوى دى، د صيون نه بيابان جوړ شوے دے، او د يروشلم نه کنډر جوړ شوے دے.</verse>
				<verse number="11">او ستا هغه ښائسته او مقدس کور، چرته چې زمونږ پلار نيکۀ ستا ثناء صِفت کولو، اور سيزلے دے. او زمونږ د خوښې ټول ځايونو نه کنډر جوړ شوے دے.</verse>
				<verse number="12">اے مالِکه خُدايه، د دې هر څۀ باوجود به تۀ زمونږ مدد نه اِنکار کوې څۀ؟ خاموش به يې او بې‌انتها سزا به راکوې؟</verse>
			</chapter>
			<chapter number="65">
				<verse number="1">مالِک خُدائ فرمائى، ”ما خپل ځان هغوئ ته څرګند کړو چا چې زما تپوس نۀ کولو، او په هغوئ مې ځان پېدا کړو چا چې زما لټون نۀ کولو. ما وئيل چې، زۀ حاضر يم، زۀ حاضر يم. خو بيا هم دې قوم زما نوم نۀ اخستلو.</verse>
				<verse number="2">ما ټوله ورځ سرکشه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو. خو هغوئ په خپلو غلطو لارو ځى او ګډو وډو خيالونو پسې ګرځى.</verse>
				<verse number="3">هغوئ مسلسل زما په وړاندې زما بې‌ادبى کوى. هغوئ په مقدسو باغونو کښې قربانيانې پېش کوى او د غېرو قومونو په قربان‌ګاه باندې خوشبويۍ سوزوى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ په قبرستان کښې کښېنى او په پټو ځايونو کښې شپې تېروى. هغوئ د خنزير غوښه خورى، او د حرام خوراک ښوروا د هغوئ په لوښو کښې وى.</verse>
				<verse number="5">او بيا دوئ يو بل ته وائى، ”ما ته مۀ رانزدې کېږه ګنې ما به پليت کړې. زۀ ستا نه زيات مقدس يم.“ داسې خلق زما په سپېږمو کښې د بدبوئ په شان دى، د داسې خراب بوئ په شان چې هيڅکله نۀ ختميږى.</verse>
				<verse number="6">ګورئ، دا زما په وړاندې ليکلے شوى دى، زۀ به غلے نۀ پاتې کېږم او هغوئ له به پوره پوره سزا ورکوم. آو، بې‌شکه زۀ به هغوئ نه بدله اخلم.“</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ ته به نۀ صرف د خپلو ګناهونو بلکې د پلار نيکۀ د ګناهونو سزا به هم ورته ملاويږى. ځکه چې هغوئ په غرونو کښې خوشبويانې سوزولې دى او زما بې‌ادبې يې کړې ده. نو ځکه به هغوئ له پوره پوره سزا ورکړم.“</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ فرمائى، ”ترڅو پورې چې په انګورو کښې لږ رس پاتې وى نو خلق وائى، چې دا مۀ ضائع کوئ، ځکه چې په دې کښې څۀ نه څۀ شته چې باعثِ برکت دى. زۀ به بنى اِسرائيلو سره هم داسې کوم. د خپلو خادِمانو د خاطره به زۀ ټول نۀ تباه کوم.</verse>
				<verse number="9">زۀ به يعقوب او يهوداه له داسې اولاد ورکړم چې زما غرونه به قبضه کړى. زما غوره کړے شوى به د دې وارثان شى او زما خِدمت کوونکى به هلته اوسيږى.</verse>
				<verse number="10">د شارون په مېدان کښې به ګډې چېلۍ څرى او د مصيبت په وادۍ کښې به څاروى آرام کوى. دا به زما د هغه خلقو دپاره وى چې څوک زما لټون کوى.</verse>
				<verse number="11">خو تاسو چا چې مالِک خُدائ ته شا کړه او زما مقدس غر مو هېر کړو، چا چې د قِسمت معبود ته دسترخوان ويړ کړو او د بخت معبود ته مو د ميو جامونه ډک کړل،</verse>
				<verse number="12">اوس به زۀ تُوره ستاسو په قِسمت کړم. تاسو ټول به د حلالونکى په وړاندې ټيټ شئ، ځکه چې کله ما آواز درکړو، نو تاسو جواب رانۀ کړو، او چې کله مې درسره کلام کولو، نو تاسو نۀ اورېدو. او زما د سترګو په وړاندې تاسو قصداً ګناه کوله او هغه څۀ به مو کول د څۀ چې تاسو ته پته ده چې زۀ ترې نفرت کوم.“</verse>
				<verse number="13">نو ځکه مالِک خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”زما خادِمان به خوراک کوى خو تاسو به اوږى يئ. زما خادِمان به څښل کوى خو تاسو به تږى يئ. زما خادِمان به خوشحالى کوى خو تاسو به غمژن او په شرم پټ يئ.</verse>
				<verse number="14">زما خادِمان به د خوشحالۍ سندرې وائى، خو تاسو به په مايوسۍ او غمژن زړۀ سره ژړا کوئ.</verse>
				<verse number="15">زما د غوره کړے شوو خلقو په مينځ کښې به ستاسو نوم لعنتى وى، ځکه چې مالِک خُدائ به تاسو تباه کړى. او خپلو حقيقى خادِمانو له به يو بل نوم ورکړى،</verse>
				<verse number="16">نو چې په مُلک کښې هر څوک هم د برکت دُعا غواړى نو هغه به د رښتياو خُدائ پاک په نوم برکت غواړى. هر څوک هم چې قسم کوى نو هغه به د رښتياو خُدائ پاک په نوم قسم خورى. ځکه چې د تېرې زمانې تکليفونه به هېر کړے شى. او زما د سترګو نه به پناه شى.“</verse>
				<verse number="17">”ګورئ، زۀ نوى آسمانونه او نوې زمکه جوړوم. د تېرې زمانې څيزونه به نۀ شى يادولے، او نۀ به په خيال خاطر کښې راځى.</verse>
				<verse number="18">خوشحاله شئ. او زۀ چې څۀ پېدا کوم نو په هغې همېشه خوشحالى کوئ. ګورئ، زۀ به يروشلم د خوشحالۍ ځائ جوړ کړم، او د هغې خلق به د خوشحالۍ سبب وى.</verse>
				<verse number="19">زۀ پخپله به په يروشلم خوشحالى کوم، او د هغې په خلقو به خوشحاله يم. په هغې کښې به نور د ژړا شور او د پرېشانۍ چغې نۀ شى اورېدے.</verse>
				<verse number="20">واړۀ ماشومان به نور په کم عُمر کښې نۀ مرى او ټول خلق به اوږدۀ عُمرونه تېروى. د چا عُمر چې صرف سل کاله وى نو هغه به هم ځوان ګڼلے شى. او څوک چې د سلو کالو نه مخکښې مړ شى نو هغه به لعنتى ګڼلے شى.</verse>
				<verse number="21">خلق به کورونه جوړوى او په خپله به په کښې اوسيږى، د انګورو باغونه به کَرى او په خپله به يې خورى.</verse>
				<verse number="22">بيا به داسې نۀ وى چې د کور جوړولو نه پس به بل څوک پکښې اوسيږى، او د باغ لګولو نه پس به بل څوک د دې مېوه خورى. زما د خلقو عُمرونه به د ونو په شان اوږدۀ وى. او زما غوره کړے شوى به د خپل محنت څيزونو نه ښۀ خوند اخلى.</verse>
				<verse number="23">د هغوئ خوارى به بې‌ځايه نۀ وى او د هغوئ بچى به د افت سره نۀ مخ کيږى. ځکه چې هغوئ به د مالِک خُدائ بختور خلق وى، هغوئ او د هغوئ اولاد به برکتناک وى.</verse>
				<verse number="24">د دې نه مخکښې چې هغوئ ما له آواز راکړى زۀ به جواب ورکړم. هغوئ به لا د خپلو حاجتونو په حقله خبرې کوى چې ما به د هغوئ دُعاګانې قبولې کړې وى.</verse>
				<verse number="25">شرمخان او ګډې به يو ځائ خوراک کوى، زمريان به د څاروو په شان بوس خورى او ماران به خاورې خورى. زما په مقدس غر، صيون باندې به نۀ څۀ غلط کار کيږى او نۀ به چا ته څۀ نقصان رسى. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="66">
				<verse number="1">مالِک خُدائ فرمائى، ”آسمان زما تخت دے او زمکه زما د پښو چوکۍ ده. نو بيا هغه کور چرته دے چې تاسو يې زما دپاره جوړَوئ؟ هغه ځائ کوم دے چرته به چې زۀ آرام کوم؟“</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په خپل لاس دا هر څۀ جوړ کړل، نو بيا دا په وجود کښې راغلل. زۀ د هغه خلقو خيال ساتم څوک چې عاجزان او توبه کوونکى دى، او زما د کلام په وړاندې د يرې نه ريږدى.</verse>
				<verse number="3">خو څوک چې غوَيے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې انسان حلال کړى، څوک چې يو ګډُورے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې د يو سپى څټ مات کړى، څوک چې د غلې نذرانه پېش کړى هغه داسې دے لکه چې د خنزير وينه پېش کړى، څوک چې خوشبوئى پېش کړى هغه داسې دے لکه چې بُت پرستى وکړى. دې خلقو خپلې غلطې لارې خوښې کړې دى، او د دوئ ځان په خپلو حرامو څيزونو خوشحاليږى.</verse>
				<verse number="4">زۀ به په هغوئ باندې لوئ مصيبت راولم، هغه ټول څيزونه چې دوئ ترې نه يرېدل. ځکه چې کله ما آواز ورکړو، نو هغوئ جواب رانۀ کړو، او چې کله مې ورسره کلام کولو، نو هغوئ اورېدو نه. او زما د سترګو په وړاندې هغوئ قصداً ګناه کوله او هغه څۀ به يې کول د څۀ چې هغوئ ته پته ده چې زۀ ترې نفرت کوم.“</verse>
				<verse number="5">اے تاسو ټول څوک چې د مالِک خُدائ د کلام په وړاندې ريږدئ، د هغۀ کلام واورئ، ”ستاسو خپل خلق ستاسو نه نفرت کوى او زما د نوم له وجې تاسو د خپلوالۍ نه وباسى. هغوئ په تاسو پورې خندا کوى او وائى، مالِک خُدائ دې خپله لوئى ښکاره کړى چې مونږ ستاسو خوشحالى ووينو. خو هغوئ به په خپله د شرم سره مخ شى.</verse>
				<verse number="6">واورئ. په ښار کښې شور او غوغا، د خُدائ پاک په کور کښې آواز ته غوږ ونيسئ، دا د مالِک خُدائ آواز دے، خپلو دشمنانو له سزا ورکوى.</verse>
				<verse number="7">د ماشوم د پېدا کېدو درد نه مخکښې د يروشلم ماشوم وشو، د پېدايښت درد نه مخکښې د هغۀ زوئ پېدا شو.</verse>
				<verse number="8">چا داسې خبره اورېدلې ده؟ يا يې داسې څيز ليدلے دے؟ يو مُلک په يوه ورځ کښې پېدا کېدے شى؟ يا يو قوم په يوه لحظه کښې پېدا کېدے شى څۀ؟ خو صيون سره هم داسې شوى دى. د ماشوم د پېدا کېدو درد نه مخکښې د هغۀ ماشومان پېدا شول.“</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې زۀ به دا قوم د پېدا کېدو حد ته راولم او بيا به يې پېدا کېدو ته نۀ پرېږدم؟ نه، هيڅکله نه.“ ستاسو خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ به دا قوم هيڅکله د پېدا کېدو نه نۀ پاتې کوم.</verse>
				<verse number="10">اے هغه ټولو خلقو چې څوک د دې ښار سره مينه کوئ، د يروشلم سره خندا او خوشحالى وکړئ. اے هغه ټولو خلقو چې په دې باندې غمژن وئ، نو اوس ورسره خوشحالۍ وکړئ.</verse>
				<verse number="11">اوس به تاسو د هغې تسلۍ ورکولو والا سينې نه ښۀ په مړه ګېډه پئ وڅښئ، تاسو به د هغې ښائسته ډېرو پيو نه ښۀ خوند واخلئ.“</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ فرمائى، ”ګورئ، زۀ به د درياب په شان د يروشلم سلامتى زياته کړم، او د قومونو دولت به پرې لکه د سېلاب په شان راروان وى. بيا به تاسو د هغې سينه روئ، او هغه به تاسو په ډوډى ګرځوى، او په خپل غېږ کښې به مو ځنګوى.</verse>
				<verse number="13">لکه چې يوه مور خپل بچى له تسلى ورکوى، نو زۀ به په يروشلم کښې تاسو له داسې آرام درکړم.</verse>
				<verse number="14">کله چې تاسو دا څيزونه وګورئ نو ستاسو زړونه به خوشحاله شى، او د تازه شينکى په شان به زور کښې شئ. او هر څوک به ووينى چې د مالِک خُدائ لاس د هغۀ د خادِمانو سره دے، او د هغۀ غصه د هغۀ د دشمنانو خلاف ده.</verse>
				<verse number="15">ګورئ، مالِک خُدائ د اور په صورت کښې راروان دے، او د هغۀ جنګى ګاډۍ لکه د طوفان په شان غړمبيږى. هغه به سخت قهر سره او د اور د شغلو په شان سخت رټلو سره سزا ورکړى.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ به اور او خپلې تُورې سره د دُنيا عدالت وکړى، او ډېر خلق به د هغۀ د لاسه ووژلے شى.“</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ فرمائى، ”د هغه خلقو ختمېدل رانزدې دى څوک چې خپل ځانونه مقدس کوى او صفا کوى چې مقدسو باغونو ته لاړ شى او د هغې په مينځ کښې د بُتانو پيروى وکړى، د خنزير غوښه، ناولى څيزونه او منږکان وخورى.</verse>
				<verse number="18">ما ته د هغوئ د خيالونو او عملونو پته ده. زۀ ټول قومونه او جدا جدا ژبو وئيلو والا راغونډوم. هغوئ به راشى او زما جلال به ووينى.</verse>
				<verse number="19">زۀ به د هغوئ په مينځ کښې يوه نښه قائمه کړم. او په هغوئ کښې چې کوم ژوندى پاتې وى نو څۀ به ترې نورو قومونو ته ولېږم. هغوئ به ترسيس، ليبيا او لِديه چې په غشو او ليندو استعمالولو کښې تکړه دى، او توبل او يونان ته ولېږم. او هغه لرې مُلکونو ته به يې ولېږم چې هغوئ زما د شُهرت نه نۀ دى خبر او چې زما جلال يې هم نۀ دے ليدلے. هغوئ به دغه قومونو ته زما د لويئ اعلان وکړى.</verse>
				<verse number="20">هغوئ به ستاسو باقى پاتې خلق د هر يو قوم نه واپس راولى. هغوئ به يې په يروشلم کښې زما مقدس غر ته مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه راولى. مالِک خُدائ فرمائى، هغوئ به يې په آسونو، قچرو، اوښانو، جنګى ګاډو، نورو ګاډو داسې راولى لکه څنګه چې بنى اِسرائيليان په پاکو لوښو کښې زما کور ته د غلې نذرانې راوړى.</verse>
				<verse number="21">زۀ به د هغوئ نه څۀ کسان اِمامان او ليويان جوړ کړم. دا د مالِک خُدائ وينا ده.“</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ فرمائى، ”لکه څنګه به چې زما نوى آسمانونه او نوې زمکه زما په وړاندې قائمه وى، نو هم داسې به ستاسو اولاد او ستاسو نوم تر همېشه پورې قائم وى.“</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ فرمائى، ”د هرې نوې مياشتې په راختو او د هر سبت په ورځ به ټول خلق ما له راځى او زما عبادت به کوى.</verse>
				<verse number="24">کله چې هغوئ د ښار نه بهر ځى نو هغوئ به د هغه خلقو لاشونه ووينى چا چې زما خِلاف سرکشى کړې وه. کوم چينجى چې دغه لاشونه خورى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى او کوم اور چې هغوئ سوزوى نو هغه به نۀ مړ کيږى. د هغوئ دا منظر به د ټولو انسانانو دپاره يروونکے وى.“</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="24">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">په دې کِتاب کښې د خِلقياه د زوئ يرمياه پېغامونه دى ‎څوک چې د بنيامين په علاقه کښې د عنتوت په ښار کښې د اِمامانو نه يو اِمام وو.</verse>
				<verse number="2">د مالِک خُدائ کلام په اول ځل په يرمياه د امون په زوئ يوسياه د يهوداه د بادشاهت په ديارلسم کال نازل شو،</verse>
				<verse number="3">او يرمياه ته دا پېغامونه تر دې چې د يهويقيم د يوسياه د زوئ د يهوداه بادشاه په ټول حکومت کښې او د يهوداه بادشاه د يوسياه د زوئ د صدقياه د حکومت د يوولسم کال تر پينځمې مياشتې پورې مِلاوېدل کله چې د يروشلم خلق جلاوطن کړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="4">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او ما ته يې وفرمائيل،</verse>
				<verse number="5">”ما تۀ د هغه وخت نه پېژندلې چې لا د مور په خېټه شوے نۀ وې، ستا د پېدا کېدو نه وړاندې مې تۀ غوره کړې او د قومونو دپاره مې نبى مقرر کړې.“</verse>
				<verse number="6">خو ما ورته ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه، ما ته خو د صحيح خبرو کولو طريقه هم نۀ راځى ځکه چې زۀ خو لا هلک يم.“</verse>
				<verse number="7">خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”داسې مۀ وايه چې زۀ لا هلک يم ځکه زۀ چې هر چا ته تا ورلېږم نو تۀ به ورځې او هر څۀ چې درته وايم هغه به ورته وائې.</verse>
				<verse number="8">د خلقو نه مۀ يرېږه، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې زۀ ستا مل يم، او زۀ به تا بچ ساتم.“</verse>
				<verse number="9">نو بيا مالِک خُدائ خپل لاس راوږد کړو، او زما خولې له يې راوړو او راته يې وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل کلام ستا په خولۀ کښې واچولو.</verse>
				<verse number="10">نن ما تۀ په قومونو او بادشاهتونو باندې مقرر کړې، او تا ته مې په هغوئ د بېخ نه د راويستلو، او د هغوئ د رانسکورولو، بربادولو او د اخوا غورزولو، او په هغې د نورو د قائمولو او د کَرلو اختيار درکړو.“</verse>
				<verse number="11">نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”يرمياه، تا ته څۀ ښکارى؟“ ما ورته ووئيل، ”ما ته د بادام د ونې يوه څانګه ښکارى.“</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ راته وفرمائيل، ”تا ته ټيک ښکارى، د دې دا مطلب دے چې ‎‎‎‎‎‎زۀ د خپل کلام ساتونکے يم، زۀ چې څۀ وايم چې هغه پوره شى.“</verse>
				<verse number="13">د مالِک خُدائ کلام دوباره په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”نور څۀ وينې؟“ ما ورته ووئيل، ”زۀ د شمال طرف نه دېګ وينم چې څۀ په کښې يشيږى او د دېګ خولۀ زمونږ په طرف راټيټه ده.“</verse>
				<verse number="14">نو مالِک خُدائ ما ته بيا وفرمائيل چې، ”دغه شان به په دې مُلک او څوک چې په کښې اوسيږى په هغوئ به د شمال نه د جنوب طرف ته افت راښکته شى،</verse>
				<verse number="15">نو وګورئ، زۀ قومونه د شمال د بادشاهتونو نه راغونډوم. د دُنيا بادشاهان به يروشلم او د يهوداه په ټولو ښارونو حمله وکړى او هغوئ به خپل تختونه د يروشلم د ښار په دروازه کښې قائم کړى.</verse>
				<verse number="16">نو زۀ به خپله سزا په خپل غوره شوى قوم نازله کړم او د هغوئ د شرارت په وجه به هغوئ ته سزا ورکړم ځکه چې دوئ زۀ رد کړم او غېرو خُدايانو ته يې خوشبويانې وسوزولې او د خپلو لاسونو جوړو شوو بُتانو ته يې عبادت وکړو.</verse>
				<verse number="17">نو تۀ يرمياه اوس ځان تيار کړه، او راپاڅه او هر هغه څۀ چې زۀ درته وايم دا هغوئ ته ووايه. د هغوئ نه مۀ يرېږه، ګنې زۀ به تا د هغوئ په وړاندې سخت ويروم.</verse>
				<verse number="18">ګوره، ما نن تۀ لکه د يو قلعه بند ښار په شان او د اوسپنې ستن، او د پيتلو د دېوال په شان مضبوط جوړ کړې چې تۀ د ټول مُلک سره مقابله وکړې، کۀ هغه د يهوداه بادشاهان، آفسران، اِمامان او يا د هغې ټول عوام وى.</verse>
				<verse number="19">هغوئ به ستا خلاف وجنګيږى خو کامياب به نۀ شى، ځکه چې زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او راته يې وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="2">”لاړ شه او د يروشلم خلقو ته دا پېغام ورسوه. ما ته ستاسو د ځوانۍ وفادارى ښۀ ياده ده، چې تاسو به څنګه لکه د ناوې په شان ما سره مينه کوله او تر دې چې په صحرا کښې چې په کښې کله هم څۀ نۀ کېدل بيا هم تاسو ما پسې راروان وئ.</verse>
				<verse number="3">په هغه ورځو کښې بنى اِسرائيل مالِک خُدائ ته مقدس خلق وُو او د هغۀ د فصل وړومبۍ مېوه وه. او چا به چې هغوئ ته نقصان رسولو نو هغوئ به ما مجرمان ګرځول او په هغوئ به مې مصيبتونه نازلول، ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“</verse>
				<verse number="4">اے د يعقوب اولاده، اے د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو، د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسئ.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ فرمائى، ”ستاسو پلار نيکۀ په ما کښې څۀ غلطى ليدلې وه چې هغوئ زما نه دومره لرې شول؟ هغوئ د بې‌کاره بُتانو عبادت شروع کړو او په خپله هم بې‌کاره شول.</verse>
				<verse number="6">هغوئ دا تپوس قدرې هم ونۀ کړو چې، ”مالِک خُدائ چرته دے، چا چې مونږ د مِصر نه رابهر کړو، او په هغه صحرا کښې يې زمونږ لارښودنه وکړه چې د ميرو او کندو کپرو مُلک وو، هر طرف ته خُشکه او تيارۀ وه چې په کومه زمکه کښې نۀ چا سفر کولو او نۀ په کښې څوک اوسېدل؟“</verse>
				<verse number="7">ما تاسو د باغونو نه ډک او زرخيزه مُلک ته راوستلئ چې د دې د مېوو او د نورو ښو څيزونو نه خوند واخلئ. خو کله چې تاسو په هغه مُلک کښې ورداخل شوئ نو هغه تاسو په ګناه سره پليت کړو او په دې وجه مو زما ميراثى مُلک قابل نفرت وګرځولو.</verse>
				<verse number="8">اِمامانو هم دا تپوس ونۀ کړو چې، ”مالِک خُدائ چرته دے؟“ او تر دې چې د شريعت خادِمانو هم زۀ ونۀ پېژندم، د قوم مشرانو زما خلاف سرکشى وکړه، او د هغوئ نبيانو د بعل د بُت پېغام اورولو او د بې‌کاره بُتانو پيروى او عبادت يې کولو.“</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو په دې وجه به زۀ د خپلو خلقو خلاف اِلزام ولګوم. او زۀ به ستاسو په اولاد هم نسل در نسل اِلزام ولګوم.</verse>
				<verse number="10">مغرب طرف ته د سمندر په بله خوا کښې د قبرص جزيرې ته لاړ شه او وګوره، او د مشرق طرف ته د قيدار مُلک ته څوک ولېږه چې په غور سره لټون وکړى چې آيا د دې نه وړاندې هم داسې کار شوے دے؟</verse>
				<verse number="11">تاسو چرې يو قوم داسې هم ليدلے دے چې د خپلو خُدايانو نه اوړېدلى وى کوم چې په حقيقت کښې خُدائ پاک هم نۀ دے؟ نه، بلکل نه. خو زما غوره شوے قوم زۀ خپل جلالى مالِک خُدائ پرېښودم او زما په ځائ يې د بې‌فائدې بُتانو عبادت وکړو.</verse>
				<verse number="12">اے آسمانونو تاسو خوف زده شئ او پرېشانه شئ،“ مالِک خُدائ فرمائى،</verse>
				<verse number="13">”ځکه چې زما خلقو دوه ګناهونه کړى دى، يو دا چې هغوئ زۀ چې د ژوندون د اوبو چينه يم پرېښودے يم، او بل دا چې د خپل ځان دپاره يې مات شوى تالابونه جوړ کړى دى په کوم کښې چې اوبۀ نۀ ايساريږى.“</verse>
				<verse number="14">”ولې بنى اِسرائيليان غلامان دى څۀ؟ ولې هغوئ غلامان پېدا شوى دى څۀ؟ نو بيا ولې هغوئ اغوا کړے شول؟</verse>
				<verse number="15">هغوئ د غړمبېدونکو زمرو په شان په دوئ باندې حمله وکړه، او د دوئ د زمکې نه يې صحرا جوړه کړه، او ښارونه يې ورته وسوزول او د اوسېدو نه يې وويستل.</verse>
				<verse number="16">د دې نه علاوه، د ميمفِس او د تحفنحيس خلق راغلل او ستاسو سرونه يې وخرائېل او غلامان يې جوړ کړئ.</verse>
				<verse number="17">اے بنى اِسرائيلو، ولې دا تاسو په خپله په خپل ځان نۀ دى کړى څۀ؟ کله چې مالِک ستاسو خُدائ پاک ستاسو رهنمائى کوله نو بيا په هغه وخت کښې تاسو هغه پرېښودو.</verse>
				<verse number="18">نو بيا مِصر ته د تلو او د دريائے نيل د اوبو څښلو څۀ فائده ده؟ او بيا اسور ته د تلو او د فرات د سيند د اوبو څښلو څۀ فائده ده؟</verse>
				<verse number="19">ستاسو شرارت به تاسو له سزا درکړى، او زما نه ستاسو د اوړېدو په وجه به تاسو ورټلے شئ. نو بيا تاسو په دې غور وکړئ او ځان خبر کړئ چې دا به ستاسو دپاره څومره بده او ترخه وى کله چې تاسو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک پرېږدئ او تاسو د هغۀ نه، نۀ يرېږئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="20">”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د ډېر پخوا نه زما جغ د خپل څټ نه اخوا کړے دے او زما نه مو اِنکار کړے دے. تاسو ووئيل، ”زۀ به نور ستا بندګى نۀ کوم.“ په هره لوړه غونډۍ او د هرې شنې ونې لاندې څملاستئ او د کنجرو په شان مو زنا وکړه.</verse>
				<verse number="21">ما تاسو د نورو انګورو د ښو بوټو د مينځ نه غوره کړئ او په زمکه مې وکرلئ خو بيا تاسو ولې فاسد او په خراب او ځنګلى انګورو بوټى بدل شوئ؟</verse>
				<verse number="22">کۀ څۀ هم تاسو خپل ځان په سوډا او ډېر صابون باندې ووينځئ، خو بيا هم ستاسو د ګناه داغونه زما په وړاندې دى.“ دا د قادر مطلق خُدائ وينا ده.</verse>
				<verse number="23">”تۀ څنګه وائې چې ما خپل ځان نۀ دے ګنده کړے او د بعل د بُت پيروى مې نۀ ده کړى؟ ګوره تا په هغه دره کښې څنګه رفتار وکړو. لږ ځان سره سوچ وکړه چې تا هلته څۀ کړى دى. تۀ هغه اوښه يې چې وار يې راوړے وى او اخوا ديخوا منډې وهى،</verse>
				<verse number="24">تۀ لکه د هغه ځنګلى خرې په شان يې چې په دشته کښې په مستۍ راغلې وى او آوازونه شروع کړى نو څوک د هغې شهوت قابو کولے شى؟ او هر يو صحرائى خر به بغېر د تکليف نه په هغې باندې سورېدے شى او هغه په خپله هغوئ ته نزدې ورځى ځکه چې هغه په مستۍ کښې راغلې وى.</verse>
				<verse number="25">نو بيا دومره منډې مۀ وهه چې څپلۍ دې وشليږى او مرۍ دې اوچه شى. نو بيا تا ووئيل، چې نه، دا خبرې زما دپاره بې‌فائدې دى، زۀ د غېرو د بُتانو سره مينه کوم، او زۀ به د هغوئ پيروى کوم.“</verse>
				<verse number="26">”اے بنى اِسرائيلو ستاسو ټول قوم او بادشاهان، مشران، اِمامان، او نبيان داسې شرمنده شئ لکه څنګه چې يو غل ونيولے شى او شرمنده وى.</verse>
				<verse number="27">دوئ د لرګى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما پلار يې، او د کاڼى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما مور يې. دوئ ټولو ما ته د مخ په ځائ شا کړې ده، خو چې کله هم څۀ تکليف ورباندې راشى نو بيا ما ته خواست کوى چې راشه او مونږ ته خلاصون راکړه.</verse>
				<verse number="28">نو بيا هغه معبودان چرته دى کوم چې تاسو د خپل ځان دپاره جوړ کړى دى؟ نو بيا کۀ دوئ کولے شى نو را دې شى او د مصيبت په وخت کښې دې تاسو له خلاصون درکړى. ځکه چې اے يهوداه، ستاسو خو دومره ډېر معبودان دى لکه څومره چې ستا ښارونه دى.“</verse>
				<verse number="29">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو بيا تاسو ولې په ما اِلزام لګوئ؟ تاسو ټولو زما خلاف سرکشى کړې ده.</verse>
				<verse number="30">ما ستاسو خلقو ته بې‌فائدې سزا ورکړه، ځکه چې هغوئ زما اصلاح ‎کول ونۀ منل. خو تاسو لکه د غړمبېدونکى زمرى په شان په خپلو نبيانو حمله وکړه او هغوئ مو قتل کړل.</verse>
				<verse number="31">اے موجوده نسلونو، د مالِک خُدائ په کلام باندې غور او فکر وکړئ، ولې زۀ د بنى اِسرائيلو دپاره د صحرا او يا د تورې تيارې زمکې په شان وم څۀ؟ نو بيا ولې زما قوم داسې وائى چې اوس دوئ زما نه آزاد شُو، او بيا به هيڅکله ما ته واپس رانۀ شى؟</verse>
				<verse number="32">ولې يوه پېغله خپل کالى هېروى، او يا يوه ناوې خپل د وادۀ سنګار او جامې هېروى څۀ؟ خو زما خلقو زۀ بې‌حده هېر کړے يم.</verse>
				<verse number="33">د معشوقو په پېدا کولو کښې تاسو څومره ماهر يې. تر دې چې بدکاره ښځه به هم ستاسو نه چل زده کړى.</verse>
				<verse number="34">ستاسو لمن د بې‌ګناه غريبانانو په وينو داغې شوې ده، سره د دې چې هغوئ تاسو په غلا کولو کښې نۀ دى نيولى. د دې هر څۀ باوجود</verse>
				<verse number="35">بيا هم تۀ وائې چې، ”ما هيڅ نۀ دى کړى زۀ بې‌ګناه يم، مالِک خُدائ خو ما ته غصه نۀ دے.“ خو زۀ به تا له سخته سزا درکړم ځکه چې تۀ وائې چې، ”زۀ بې‌ګناه يم.“</verse>
				<verse number="36">تۀ کله دلته او کله هلته ځې راځې نو بيا ولې دومره زر خپلې لارې بدلوې؟ تۀ به د مِصر نه داسې وشرمېږې لکه څنګه چې تۀ وړاندې د اسور نه شرمېدلے وې.</verse>
				<verse number="37">تۀ به د هغه ځائ نه هم لاس په سر شرمنده وځې، ځکه چې په چا تا بهروسه کوله مالِک خُدائ هغوئ رد کړل نو تاسو به د هغوئ نه هيڅ امداد حاصل نۀ کړئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ يو سړے خپله ښځه طلاقه کړى او د هغۀ نه جدا شى او بيا هغه د بل چا سره وادۀ وکړى نو آيا بيا اول خاوند ته د دې سره د دوباره وادۀ کولو اجازت شته څۀ؟ بلکل نه، ولې چې په داسې کولو به ټوله زمکه پوره پليته نۀ شى څۀ؟ خو اے اِسرائيله لکه څنګه چې يوه زناکاره ښځه په ډېرو سړو پسې ګرځى دغه شان تاسو په ډېرو بُتانو پسې وګرځېدئ نو اوس تاسو غواړئ چې ما ته دوباره راشئ څۀ؟</verse>
				<verse number="2">د اوچتو خُشکو غرونو طرف ته نظر وکړه او وګوره چې آيا هلته په هغې کښې داسې ځائ شته چې تۀ په کښې بې‌حرمته شوے نۀ يې؟ د لارې په خوا کښې تۀ د زنا دپاره يارانو ته داسې ولاړه وې، لکه چې يو کوچے په صحرا کښې په انتظار ناست وى. تا د زناکارۍ او شرارت په وجه ټوله زمکه پليته کړې ده.</verse>
				<verse number="3">نو باران په دې وجه ايسار شوے وو او د سپرلى څاڅکى ونۀ ورېدل. نو دا چې تا د کنجرى شکل نيولے دے او تا له هيڅ شرم نۀ درځى.</verse>
				<verse number="4">تۀ د دومره بې‌شرمۍ باوجود بيا هم ما ته وائې چې، ”اے پلاره، کله چې زۀ وړه وم، تا ما سره مينه کوله،</verse>
				<verse number="5">ولې تۀ به د تل دپاره ما ته په قهر يې څۀ؟ ولې ستا غضب به د تل دپاره په مونږ باندې وى څۀ؟“ تۀ خو داسې وائې مګر څومره بدعملى چې تا نه کېدے شى دومره کوې.“</verse>
				<verse number="6">د يوسياه بادشاه د حکومت په دوران کښې مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”تا هغه څۀ وليدل کوم چې بې‌وفا اِسرائيل کړى دى؟ لکه د يوې بدکارې ښځې په شان هغې په هر يو اوچت غرۀ او د هرې شنې ونې د سورى لاندې زنا کړې ده.</verse>
				<verse number="7">زما خيال دا وو چې د دې هر څۀ کولو نه وروستو به هغه ما ته واپس راوګرځى. خو دا راونۀ ګرځېده او د دې بې‌وفا خور يهوداه دا هر څۀ وليدل.</verse>
				<verse number="8">ما بې‌وفا اِسرائيل ته د هغې د زناکارۍ په وجه طلاق نامه ورکړه او ومې شړله نو بيا ما وليدل چې د هغې خور يهوداه نۀ يرېدله. هغه هم بهر ووتله او زناکارى يې شروع کړه.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې د اِسرائيل دغه بدکارى هغې ته ډېره بې‌اهميته ښکارېده نو هغې هغه زمکه پليته کړه چې د کاڼو او لرګو د بُتانو سره يې زنا شروع کړه.</verse>
				<verse number="10">خو د دې هر څۀ باوجود، د هغې بې‌وفا خور يهوداه ما ته په پوره زړۀ سره راونۀ ګرځېدله، خو صرف په ظاهرى شکل سره زما طرف ته راواپس شوه. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“</verse>
				<verse number="11">نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”خو بيا دا چې بې‌ايمانه اِسرائيل د دوکه باز يهوداه نه صادق دے.“</verse>
				<verse number="12">هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د شمال طرف ته لاړ شه او هغوئ ته ووايه، اے بې‌ايمانه اِسرائيله، مالِک خُدائ فرمائى ما ته راواپس شه. زۀ به په غصې سره نور تا ته نۀ ګورم، ځکه چې زۀ رحم کوونکے يم، مالِک خُدائ فرمائى، او نۀ به زۀ د تل دپاره تا ته غصه يم.</verse>
				<verse number="13">تۀ صرف د خپلو ګناهونو اقرار وکړه چې ګناهګار يم او تا د خپل مالِک خُدائ خلاف سرکشى کړې ده، او تا د هرې شنې ونې د لاندې د پردو بُتانو عبادت کړے دے او زما د کلام تابعدارى دې نۀ ده کړې، مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="14">اے بې‌ايمانه خلقو، راواپس شئ ځکه چې زۀ ستاسو مالِک يم. زۀ به ستاسو د ښاريې نه يو او د هرې قبيلې نه دوه دوه کسان خوښ کړم او صيون ښار ته به مو واپس راولم.</verse>
				<verse number="15">زۀ به تاسو له د شپونکو په شان مشران درکړم چې زما سوچ لرى او تاسو ته په عِلم او عقل سره هدايت کوى.</verse>
				<verse number="16">نو کله چې ستاسو د خلقو شمېر په هغه مُلک کښې ډېر شى، مالِک خُدائ فرمائى، نو تاسو به په هغه ورځو کښې د خُدائ د لوظ صندوق ذکر نۀ کوئ او هم به ستاسو خيال ته دا نور نۀ راځى، او نۀ به هغه يادوئ، او نۀ به د هغې د ضرورت احساس تاسو ته کيږى، او نۀ به هغه دوباره جوړ کړئ.</verse>
				<verse number="17">نو په دغه وخت کښې به دوئ يروشلم ته د ”مالِک خُدائ تخت“ ووائى، او ټول قومونه به په يروشلم کښې راټول شى او د مالِک خُدائ نوم له به عزت ورکړى. او دوئ به نور د خپل سرکشه او شريره زړونو پيروى نۀ کوى.</verse>
				<verse number="18">نو په دغه ورځو کښې به د يهوداه خاندان د اِسرائيل د خاندان سره يوځائ شى او په شريکه به دوئ د شمال د جلاوطنۍ د مُلک نه هغه مُلک ته واپس راشى کوم چې ما ستاسو پلار نيکۀ له په ميراث کښې ورکړے وو.“</verse>
				<verse number="19">”مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې اے بنى اِسرائيله، ما غوښتل چې زۀ تا سره د خپل بچى په شان سلوک وکړم او د خپلې خوښې مُلک او زمکه درکړم، چې د نورو مُلکونو په نسبت ښکلې او شانداره وى. زما دا خيال وو چې تۀ به ما ته خپل پلار ووائې او زما نه به وانۀ وړې.</verse>
				<verse number="20">خو تۀ ما سره بې‌وفا شوې د هغې ښځې په شان څوک چې خپل خاوند سره بې‌وفا وى. مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="21">د خُشکو غرونو په اوچتو سرونو باندې د بنى اِسرائيليانو د ژړا او فرياد شور اورېدلے شى، ځکه چې هغوئ غلطه لار اختيار کړې ده او خپل مالِک خُدائ يې هېر کړے دے.</verse>
				<verse number="22">اے بې‌وفا بچو ما ته راواپس شئ زۀ به ستاسو بې‌وفائى له شفا درکړم. اے مالِکه خُدايه، مونږ به تا ته راواپس کيږُو ځکه چې تۀ مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې.</verse>
				<verse number="23">مونږ چې په زور شور سره د غرونو او غونډو په سرونو د بُتانو کوم عبادت کړے دے دا په رښتيا سره دوکه وه، د بنى اِسرائيل خلاصون په يقين سره صرف په مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="24">د اول نه تر آخره پورې دې شرمناک د بعل بُت زمونږ د پلار نيکۀ د محنت مېوه، د دوئ رمې او څاروى، زامن او لوڼه ټول قبضه کړى دى.</verse>
				<verse number="25">مونږ له په کار دى چې بې‌عزتى او شرم قبول کړُو او په شرمونو پټ شُو. ځکه چې مونږ د خپل پلار نيکۀ سره د خپل مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په خلاف ګناه کړې ده. د اول نه تر آخره پورې مونږ د خپل مالِک خُدائ پيروى نۀ ده کړې.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، کۀ چرې تاسو واپس ما له راتلل غواړئ نو ما له واپس راشئ. کۀ چرې تاسو خپل پليت بُتان زما د نظر نه اخوا کړئ او نور نۀ ګمراه کېږئ،</verse>
				<verse number="2">کله چې تاسو قسم خورئ چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے“ نو په رښتيا، اِنصاف، او صداقت سره خپله وعده پوره کوئ، نو بيا به تۀ د دُنيا قومونو ته د برکت ذريعه وګرځې او ټول قومونه به ستا په وجه زما نوم ته جلال ورکړى.“</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ د يهوداه او يروشلم خلقو ته فرمائى، ”د خپلو زړونو په سخته زمکه کښې يوه وکړئ او په ازغو کښې تخم مۀ کَرئ.</verse>
				<verse number="4">اے د يهوداه او د يروشلم خلقو خپل زړونه ما ته وقف کړئ، هسې نه ستاسو د بدو اعمالو په وجه زما د قهر اور بل شى نو هغه به تاسو مکمل وسوزوى او بيا به داسې هيڅ څوک نۀ وى چې هغه مړ کړى.“</verse>
				<verse number="5">په يهوداه کښې اعلان وکړئ او يروشلم ته اِطلاع ورکړئ او ورته ووايئ، ”په ټول مُلک کښې بيګل وغږوئ. په زوره چغې ووهئ. او ورته ووايئ، راشئ، محفوظو ښارونو کښې پناه واخلئ.</verse>
				<verse number="6">د صيون طرف ته د تېښتې دپاره جنډا اوچته کړئ او په منډه محفوظ ځائ ته وتښتئ. ځکه چې زۀ د شمال د خوا نه افت او سخته تباهى راولم.</verse>
				<verse number="7">د ځنګل د زمرى په شان د قومونو سخت او تباه کوونکے دشمن د خپل غار نه راووتو، هغه د خپل ځائ نه راروان دے چې ستاسو زمکه تباه کړى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ کړى او هغه به خالى پاتې شى.</verse>
				<verse number="8">د ماتم او ټاټ جامې واغوندئ، ژړا او وير وکړئ. ځکه چې د مالِک خُدائ سخت قهر تر اوسه پورې په مونږ باندې دے.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ فرمائى، په هغه ورځ به بادشاهان او آفسران حوصله بائيلى، د اِمامانو به د يرې نه وېښتۀ ودريږى او پېغمبران به د يرې نه جام پاتې شى.“</verse>
				<verse number="10">بيا ما ووئيل، ”اے قادر مطلق خُدايه، دا خلق او يروشلم ستا په هغه وينا دوکه شُو کومه چې تا کړې وه چې تاسو به پوره په امن کښې اوسېږئ، خو په دې کښې تُوره زمونږ د مرۍ دپاسه سوره شوه.“</verse>
				<verse number="11">په دغه وخت کښې به دې خلقو او يروشلم ته ووئيلے شى چې، ”زما عزيزانو. د صحرا د اوچتو غونډو نه به سوزونکى هوا په تاسو راشى، دا به هغه ښۀ هوا نۀ وى چې دانې د بوسو نه جدا کوى.</verse>
				<verse number="12">خو زما د خوا نه به ډېره تېزه هوا لکه د طوفان راشى نو اوس زۀ خپله فېصله او سزا د ستاسو په خلاف اعلانوم.“</verse>
				<verse number="13">وګورئ، دشمن لکه د وريځو په شان زمونږ خوا ته راروان دے. د هغۀ جنګى ګاډۍ لکه د تېز طوفان په شان راروانې دى او د هغۀ آسونه د باز نه تېز دى. په مونږ افسوس، مونږ تباه او برباد شُو.</verse>
				<verse number="14">اے يروشلمه، خپل زړۀ د ګناه او شرارت نه ووينځه، نو دغه شان به تۀ خلاصون حاصل کړئ. ترڅو پورې به تۀ په خپل زړۀ کښې د ګناه سوچونه کوې؟</verse>
				<verse number="15">يو آواز د دان نه د بد خبر اعلان کوى او د اِفرائيم د غونډو نه د افت راتلو خبردارے ورکوى.</verse>
				<verse number="16">د دُنيا غېر قومونو ته خبردارے ورکړه او يروشلم ته اعلان وکړه چې، ”ستاسو او د يهوداه د ښارونو خلاف د جنګ چغې وهونکے غټ لښکر د لرې مُلک نه راروان دے.</verse>
				<verse number="17">دوئ به يروشلم داسې محاصره کړى لکه چې سړى د پټى حفاظت کوى، ځکه چې د دې خلقو د مالِک خُدائ نه سرکشى کړې ده، مالِک خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="18">اے يهوداه، ستا خپل چال چلن دا مصيبت په تا نازل کړے دے. دا ستا سزا ده. او دا څومره ترخه ده. او دا څومره زړۀ سورے کوونکې ده.“</verse>
				<verse number="19">واى! واى! زۀ په درد او مصيبت کښې راګېر شوم. زړۀ مې درزيږى نور زۀ چپ پاتې کېدے نۀ شم. ځکه چې ما د دشمن د جنګ د بيګل آوازونه واورېدل او د دوئ د جنګ د ناروا شور آوازونه مې واورېدل.</verse>
				<verse number="20">د تباهۍ او بربادۍ چپې پرله پسې په مُلک راخورې شوې، هر طرف ته مُلک تباه شو، ناګهانه زما خېمې تباه شوې، او په يوه لحظه کښې زما پناه ګاه تباه شوه.</verse>
				<verse number="21">ترڅو پورې به زۀ د جنګونو دا جنډې ګورم او ترڅو پورې به د بيګلو آوازونه اورم؟</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خلق کم عقل دى، هغوئ ما نۀ پېژنى. هغوئ لکه د ناپوهه ماشومانو په شان عقل نۀ لرى. په ورانى کښې ډېر پوهه دى خو په نېکۍ کولو نۀ پوهيږى.“</verse>
				<verse number="23">ما په زمکه باندې نظر واچولو زمکه خالى وه او هيڅ په کښې نۀ وُو، او چې آسمان ته مې وکتل نو هلته هم رڼا نۀ وه.</verse>
				<verse number="24">په غرونو باندې مې نظر واچولو نو دا خوځېدل او غونډو هم ټالونه خوړل.</verse>
				<verse number="25">ما هرې خوا ته وليدل خو څوک هم راته ښکاره نۀ شو، او ټول مارغان هم تښتېدلى وُو.</verse>
				<verse number="26">ما هغه زرخيزه پټى وليدل چې په شاړو بدل شوى وُو. او ښارونه وران ويجاړ شوى وُو، چې د مالِک خُدائ په يروونکې غصې سره چخڼى شوى وُو.</verse>
				<verse number="27">مالِک خُدائ فرمائى، ”ټوله زمکه به تباه شى خو زۀ به بيا هم دا په پوره توګه نۀ تباه کوم.</verse>
				<verse number="28">نو په دې وجه به زمکه ماتم کوى، او بره آسمان به تک تور شى. ځکه چې ما دا وفرمائيل او د خپلې خبرې نه به وانۀ وړم. ما دا فېصله کړې ده دا به بدله نۀ کړم.“</verse>
				<verse number="29">د ښار خلق چې د فوجيانو د آسونو او د غشو ليندو شور او درزار واورى نو تښتى. او هر يو کس ځنګلونو او غرونو ته پناه وړى او هر يو ښار به خالى شى او هيڅ څوک به پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="30">اے تباه او لوټ شويه ښاره، تۀ اوس څۀ کوې؟ تۀ ولې سرې جامې اچوې او د سرو کالے استعمالوې او سترګې توروې؟ تۀ هسې فضول خپل ځان سينګاروې. ستا عاشقانو تۀ نامنظوره کړے يې او ستا نه نفرت کوى او هغوئ ستا وژل غواړى.</verse>
				<verse number="31">ما داسې ژړا واورېدله لکه چې د يوې ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت وى، داسې زبيرګى وُو لکه څنګه چې يوه ښځه په وړومبى ماشوم کوى. زما لور صيون ژاړى او سلګۍ وهى، او خپل لاس يې د امداد دپاره اوږد کړے دے او وائى، ”افسوس په ما! زۀ تباه شوم او چې د خپلو قاتلانو د وړاندې تکه زېړه او بې‌وسه شوې يمه.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">د يروشلم په کوڅو کښې ښکته پورته منډې ووهئ. اخوا ديخوا په غور سره وګورئ او په چوکونو کښې لټون وکړئ. کۀ چرې تاسو داسې يو کس هم پېدا کړئ چې هغه صداقت او اِنصاف کوى او په رښتياو پسې ګرځى، نو زۀ به دا ښار نۀ تباه کوم.</verse>
				<verse number="2">کۀ څۀ هم چې دوئ زما په نوم قسم خورى چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے،“ خو بيا هم دوئ دروغ وائى.</verse>
				<verse number="3">اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.</verse>
				<verse number="4">نو بيا ما سوچ وکړو چې، ”دا خو غريبانان او جاهله مخلوق دے، دوئ ځکه بې‌وقوفه کارونه کوى چې د مالِک خُدائ لار نۀ پېژنى او د هغۀ د حکمونو نه ناواقفه دى.</verse>
				<verse number="5">نو زۀ به د دوئ مشرانو له لاړ شم او هغوئ سره به خبرې وکړم. نو دوئ به ضرور د مالِک خُدائ د لارو او حکمونو نه خبر وى.“ خو افسوس چې دې مشرانو هم د مالِک خُدائ د تابعدارۍ زنځير او جغ مات کړو او د خپلو ځانونو نه يې اخوا کړے وو.</verse>
				<verse number="6">نو په دې وجه به د ځنګل نه زمرے راشى او دوئ به وخورى، او د دشتو نه به ليوۀ راشى او دوئ به برباد کړى، او پړانګ به ورته پټ کښېنى ترڅو چې څوک هم د ښار نه رابهر شى نو هغه به ټوټې ټوټې کړى. ځکه چې هغوئ غټ سرکشه دى او په څو ځله مرتد شوى دى.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ څنګه تاسو معاف کړم؟ ستاسو بچو زۀ پرېښے يم او دوئ په هغه معبودانو يقين وکړو چې په حقيقت کښې هغه رښتينى نۀ دى. کۀ څۀ هم ما د هغوئ ټول ضرورتونه پوره کړل، خو هغوئ لکه د بې‌وفا ښځې په شان زنا وکړه او د چکلې مخې ته يې قطارونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="8">دوئ لکه د ښۀ څربه مستو آسونو په شان دى چې هر يو د خپل ګاونډى د ښځې پسې هڼيږى.“</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې زۀ دوئ ته د دې بې‌شرمه کارونو په وجه سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او ولې د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟</verse>
				<verse number="10">لاړ شئ او د هغوئ د انګورو باغونه تالا والا کړئ خو بلکل په پوره توګه يې مۀ تباه کوئ. او د انګور بوټى څانګې راماتې کړئ، ځکه چې دا خلق زما نۀ دى.“</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ دا فرمائى، ”د اِسرائيل او يهوداه خلقو ما سره هر قسمه بې‌وفائى او خيانت کړے دے.“</verse>
				<verse number="12">دوئ د مالِک خُدائ په حقله دروغ ووئيل او وائى، ”هغه به مونږ سره هيڅ هم نۀ کوى. په مونږ به مصيبت نۀ راځى. قحط او جنګ به هم په مونږ باندې نۀ راځى.“</verse>
				<verse number="13">دوئ وائى، ”پېغمبران هسې فضول خبرې کوى او دوئ سره د خُدائ پاک له طرف نه پېغام نشته. د کوم مصيبت نه چې مونږ يروى هغه دې په دوئ باندې په خپله راشى.“</verse>
				<verse number="14">نو ځکه مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ فرمائى، ”اے يرمياه، نو لکه څنګه چې دوئ داسې خبرې کوى نو زۀ هم خپل کلام ستا په خولۀ کښې لکه د اور په شان اچوم او دوئ نه خشاک جوړوم چې دوئ وسوزوى.</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ فرمائى، اے اِسرائيله، زۀ به د لرې ځائ نه ستا خلاف يو زورَور او پخوانے قوم راولېږم چې په تا حمله وکړى چې تۀ يې په ژبه او خبرو باندې نۀ پوهېږې.</verse>
				<verse number="16">د هغوئ سره وژونکى غشى دى او ټول تکړه او زورَور فوجيان دى.</verse>
				<verse number="17">هغوئ به ستاسو فصلونه او خوراک لواړ تېر کړى، هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه ووژنى. هغوئ به ستاسو رَمې او څاروى تباه کړى، او هغوئ به ستاسو د انګورو او د اينځر ونې تباه کړى. تاسو چې په کومو محفوظو ښارونو باندې بهروسه کوئ نو د هغې لښکرې به يې تباه برباد کړى.</verse>
				<verse number="18">مالِک خُدائ فرمائى چې، خو بيا هم په هغه ورځو کښې به زۀ تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم.</verse>
				<verse number="19">اے يرمياه کۀ چرې خلق تا نه تپوس وکړى چې دا هر څۀ زمونږ مالِک خُدائ پاک ولې مونږ سره وکړل؟ نو تۀ دوئ ته ووايه، چې تاسو خپل حقيقى خُدائ پرېښودو او د هغۀ په ځائ مو په خپل مُلک کښې د غېرو معبودانو خِدمت وکړو، نو په دې وجه به تاسو په پردى وطن کښې د پردو خلقو خِدمت وکړئ.“</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”د يعقوب اولاد ته اعلان وکړه، د يهوداه خلقو ته ووايه،</verse>
				<verse number="21">اے کم عقلو او بې‌شعوره خلقو، تاسو سترګې لرئ خو وينئ نه او غوږونه لرئ خو اورئ نه، ما ته غوږ ونيسئ.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.</verse>
				<verse number="23">خو زما قوم سرکشه او د ضدناکو زړونو لرونکى دى. دوئ زما نه واوړېدل او زۀ يې پرېښودلم.</verse>
				<verse number="24">دوئ هيڅکله خپل ځان سره دا نۀ دى وئيلى چې، راځئ د مالِک خُدائ نه يره وکړُو، څوک چې په مونږ باندې د منى او سپرلى موسم کښې بارانونه راوروى، او هغه مونږ ته د رېبلو موسم په مقرره وخت کښې راولى.</verse>
				<verse number="25">ستاسو غلطيانو تاسو د دې عجيبه برکتونو نه محرومه کړئ. ستاسو ګناهونو تاسو د دې ښۀ څيزونو نه منع کړئ.</verse>
				<verse number="26">زما د غوره شوى قوم په مينځ کښې شريران پېدا کيږى. هغوئ لکه د مارغانو د ښکاريانو په شان په انتظار کښې ناست دى، دوئ د خلقو دپاره دام خوروى ترڅو هغوئ په کښې راګېر کړى.</verse>
				<verse number="27">لکه څنګه چې د يو ښکارى پنجره د مارغانو نه ډکه وى، نو هم دغه شان د دوئ کور هم د شرارت او فساد نه ډک وى. هم دا وجه ده چې دوئ ډېر زورَور او مالداره شوى دى،</verse>
				<verse number="28">ښۀ خورى او څربه کيږى او د هغوئ د بدو کارونو څۀ حد نشته دے. او نۀ هغوئ د يتيمانانو سره مدد کوى چې ورته هغه څۀ مِلاو شى کوم يې چې حق دے، او نۀ د غريبانانو مدد کوى.</verse>
				<verse number="29">نو مالِک خُدائ فرمائى چې، آيا زۀ دوئ ته په دې بدو کارونو کولو سره سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟</verse>
				<verse number="30">کوم کارونه چې په دې مُلک کښې وشو هغه خراب او قابل نفرت دى.</verse>
				<verse number="31">پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">اے د بنيامين خلقو، د خپل ځان د بچ کېدو دپاره منډه کړئ او د يروشلم نه وتښتئ. په تقوع کښې بيګل وغږوئ او په بيت‌هکرم کښې د خطرې اعلان وکړئ. ځکه چې د شمال طرف نه لوئ افت او بربادى راروانه ده.</verse>
				<verse number="2">زما د صيون ښکلې او نازکې لورې تۀ زما خوښه يې خو زۀ به دې تباه کړم.</verse>
				<verse number="3">تا به دشمن داسې محاصره کړى لکه څنګه چې شپانو د ښار نه ګېرچاپېره خېمې لګولې وى. هر يو به خپل فوجى ته د تباه کولو ځائ ورښائى.</verse>
				<verse number="4">دوئ به چغې وهى، ”راشئ او د جنګ دپاره تيار شئ. راځئ چې مونږ د غرمې په وخت حمله وکړُو. خو افسوس چې اوس ډېر ناوخته شو، د ورځ رڼا په ختمېدو شوه، او د ماښام تيارې راخورې شوې.</verse>
				<verse number="5">راځئ چې د شپې په تيارۀ کښې حمله وکړُو او ټول محلونه يې تباه کړُو.“</verse>
				<verse number="6">مالِک ربُ الافواج خُدائ فرمائى چې، ”ونې يې ووهئ، او د خاورو د ډېرو نه د يروشلم محاصره وکړئ. دې ښار ته دې سزا ورکړے شى، ځکه چې په دې کښې د ظلم او زياتى نه بغېر نور څۀ په نظر نۀ راځى.</verse>
				<verse number="7">لکه څنګه چې د يو کوهى نه تازه اوبۀ راوځى، دغه شان د دې ښار نه تازه تازه فساد او شرارت راوځى. د دې ښار په هرې خوا او ګوټونو او کوڅو کښې د ظلم او زياتى آوازونه اورېدلے کيږى. د دې ښار بيمارى او زخمونه هر وخت زما د سترګو د وړاندې دى.</verse>
				<verse number="8">اے د يروشلم خلقو د دې خبردارى نه سبق حاصل کړئ، کۀ زۀ تاسو نه لاس په سر شم، نو ستاسو ښار به تباه کړم، او هغه به نور د اوسېدو قابل نۀ وى.“</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”تر دې چې کوم کسان په اِسرائيل کښې پاتې شوى دى هغوئ به دوباره راوشوکولے شى، لکه څنګه چې باغوان دوباره په بوټى کښې د پاتې شوو انګورو دانو د راشوکولو لټون کوى.“</verse>
				<verse number="10">ما ورته ووئيل، ”چا سره زۀ خبرې وکړم، چا ته خبردارے ورکړم؟ څوک به ما ته غوږ ونيسى؟ هغوئ خپل غوږونه کاڼۀ کړى دى او هغوئ اورېدل نۀ غواړى. دوئ د مالِک خُدائ کلام پورې خندا کوى. او په هغې خوشحاليږى نه.</verse>
				<verse number="11">نو د دې دپاره زۀ د مالِک خُدائ د قهر نه ډک شوے يم، او د برداشت نه بهر شوے يم.“ مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ خپله غصه په کوڅو کښې په ماشومانو او د زلمو په ډلو او په ښځې او خاوند او په سپين‌ږيرو او بوډاګانو نازلوم.“</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د هغوئ کورونه او زمکې سره د هغوئ د ښځو نورو ته حواله کړم، ځکه چې زۀ به خپل لاس د دې مُلک د خلقو په خلاف وراوږد کړم.</verse>
				<verse number="13">د ماشومانو نه واخله تر بوډاګانو پورې هر يو د ناجائزه ګټې په لالچ کښې دى، د ‎پېغمبر نه واخله تر اِمام پورې ټول دوکه ماران دى.</verse>
				<verse number="14">هغوئ زما د خلقو د سختو زخمونو عرضى علاج کوى. او کله چې خير نۀ وى نو هغوئ وائى چې، خير دے، خير به شى.</verse>
				<verse number="15">آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ ته سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لاړ شئ او په چوکونو کښې ودرېږئ او ګورئ. د پخوانو او هغه لارو تپوس وکړئ کومې چې د خير طرف ته ځى. په دې لاره باندې تلل به تاسو ته خير درکړى. خو تاسو ووئيل، ”نه، مونږ به په دې باندې نۀ ځُو.“</verse>
				<verse number="17">بيا ما په تاسو باندې محافظان مقرر کړل چا چې به تاسو ته وئيل، د بيګل آواز ته غوږ ونيسئ. خو تاسو ووئيل چې، نه مونږ به ورته توجو نۀ ورکوو.</verse>
				<verse number="18">نو د دې دپاره تاسو واورئ اے قومونو، او سوچ وکړئ، اے ګواهانو چې دوئ سره به څۀ کيږى.</verse>
				<verse number="19">اے د دُنيا قومونو غوږ شئ، زۀ په دې خلقو افت راولم، کوم چې د دوئ د خپلو منصوبو مېوه ده، ځکه چې دوئ زما کلام ته توجو ورنۀ کړه او زما شريعت يې رد کړو.</verse>
				<verse number="20">نو بيا يې څۀ فائده ده چې دوئ د شيبا نه ما ته عطر راوړى دى، او يا د لرې مُلکونه نه قيمتى خوشبودارې مصالحې راوړى دى. زۀ به ستاسو سوزېدونکې نذرانې نۀ قبلوم. ستاسو په قربانو زۀ نۀ خوشحالېږم.</verse>
				<verse number="21">نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به د دې خلقو په لارو کښې د تيندک خوړلو کاڼے ولګوم چې دوئ پرې تيندک وخورى او راپرېوځى. ترڅو پلار او زامن او ګاونډيان او دوستان پرې په شريکه راپرېوځى او هلاک شى.“</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ فرمائى، ”د شمال د مُلک د خوا نه فوج راروان دے، او ستاسو خلاف يو لوئ او تکړه قوم د لرې نه د جنګ کولو په نيت راپاڅېدلے دے.</verse>
				<verse number="23">هغوئ په ليندو او نېزو سره سمبال دى، هغوئ ټول ظالمان او بې‌رحمه دى. ټول جنګيالى يې په آسونو سوارۀ او په جنګى صف بندۍ کښې راروان دى او د هغوئ شور لکه د غضبناک سمندر په شان دے او په تا، صيون لورې، د حملې کولو دپاره تيار دى.“</verse>
				<verse number="24">”کله چې مونږ د دوئ په حقله واورېدل، نو زمونږ لاسونو همت پرېښودلو او په لړزېدو شول. لکه څنګه چې يوې ښځې ته د لنګون درد شروع شى دغه شان درد، يرې او وحشت راواخستلو.</verse>
				<verse number="25">بهر مېدان ته مۀ ځئ، او په کوڅو کښې مۀ ګرځئ، ځکه چې زمونږ دشمن تُوره په لاس دے، او هرې خوا ته خوف خور شوے دے.“</verse>
				<verse number="26">مالِک خُدائ خپلو خلقو ته فرمائى، ”اے زما غوره شوى قومه، د ټاټ جامې واغوندئ او په ايرو کښې ولوغړېږئ. داسې بد بد وير وکړئ لکه څوک يې چې په يک يو زوئ باندې کوى،“ ځکه چې تباه کوونکى به په مونږ ناګهانه حمله وکړى.</verse>
				<verse number="27">”اے يرمياه، ما تۀ د اوسپنې آزمائيونکے جوړ کړې او خپل قوم نه مې اوسپنه جوړه کړه. تۀ زما غوره شوے قوم وآزمايه ترڅو د دوئ د عمل درته پته ولګى.</verse>
				<verse number="28">هغوئ ټول سخت سرکشه شوى دى، او بدرد وائى او زړونه يې لکه د اوسپنې او پيتلو په شان سخت دى، او دوئ ټول بې‌ايمانى کوى.</verse>
				<verse number="29">د بټۍ لاندې خو سخت اور بليږى چې سيکه د سپينو زرو نه جدا کړى خو هغې زما قوم پاک نۀ کړو او بدعمله خلق ترې جدا نۀ شول.</verse>
				<verse number="30">هغوئ ته رد شوى سپين زر وئيلے شى، ځکه ما، مالِک خُدائ هغوئ رد کړى دى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">‏ مالِک خُدائ يرمياه له پېغام ورکړو،</verse>
				<verse number="2">”د مالِک خُدائ د کور د دروازې سره ودرېږه او خلقو ته اعلان وکړه چې، اے د يهوداه ټولو اوسېدونکو او هغه کسانو چې په دې لارو د مالِک خُدائ کور ته د عبادت دپاره دننه کيږى، د مالِک خُدائ کلام واورئ.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ ربُ الافواج چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے فرمائى چې د خپل چال چلن او سلوک اصلاح وکړئ، نو بيا به زۀ تاسو ته په دې زمکه د اوسېدو دپاره موقع درکړم.</verse>
				<verse number="4">د هغوئ په دروغژنو خبرو مۀ دوکه کېږئ چې وائى، ”مونږ دلته په امن کښې يُو ځکه چې دا د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور دے.“</verse>
				<verse number="5">کۀ چرې په رښتيا سره تاسو خپل چال چلن او د ژوند طريقې بدلې کړئ، او په اِنصاف سره د يو بل سره معامله وکړئ،</verse>
				<verse number="6">او چې نه تاسو په مسافر، يتيم او کونډه باندې ظلم وکړئ، او په دې ځائ کښې د بې‌ګناه وينه تويه نۀ کړئ، او د پردو معبودانو عبادت نه لاس په سر شئ او په دې خپل ځان ته نقصان مۀ رسوئ،</verse>
				<verse number="7">نو بيا به زۀ تاسو په هم دې مُلک کښې د اوسېدو دپاره پرېږدم کوم چې ما ستاسو پلار نيکۀ له د تل دپاره په ميراث کښې ورکړے وو.</verse>
				<verse number="8">خو ګورئ تاسو په دروغژنو خبرو باندې يقين ساتئ کومې چې بې‌فائدې دى.</verse>
				<verse number="9">تاسو غلا، قتل او زنا کوئ او د دروغو قسمونه خورئ، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کوئ، او د هغه غېرو معبودانو عبادت کوئ چې تاسو د مخکښې نه نۀ دى پېژندلى.</verse>
				<verse number="10">او د دې نه وروستو هغه کور ته هم راځئ کوم چې زما په نامه ياديږى او زما په حضور کښې ودرېږئ او وايئ چې، ”مونږ په حفاظت کښې يُو،“ خو دوباره بيا خپلو ټولو حرامو کارونو پسې ګرځئ څۀ؟</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ فرمائى چې، ولې په کوم کور چې زما نامه ليکلے شوې ده د دې نه د ډاکوانو د پټېدو ځائ جوړ شوے دے څۀ؟ خبردار. څۀ چې تاسو کوئ زۀ دا هر څۀ ګورم.</verse>
				<verse number="12">تاسو د سيلا ښار ته لاړ شئ، په کوم ځائ کښې چې ما خپله وړومبۍ عبادتخانه جوړه کړې وه، نو هلته به درته دا پته ولګى چې ما خپل قوم بنى اِسرائيل سره د دوئ د شرارت په وجه هغه ښار سره څۀ کړى دى.</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ فرمائى چې، هرکله چې تاسو دا د شرارت کارونه کول، ما تاسو ته بار بار د دوئ په حقله وينا وکړه، خو تاسو زما وينا ته غوږ ونۀ نيولو. ما تاسو ته آواز درکړو خو تاسو جواب رانۀ کړو.</verse>
				<verse number="14">نو بيا چې ما کوم افت په سيلا ښار نازل کړے دے نو زۀ به هم هغه افت په دې عبادتخانې چې زما نوم پرې ليکلے شوے دے، او په دې عبادتخانه چې تاسو پرې يقين کوئ، او په دې ځائ چې ما ستاسو پلار نيکۀ او تاسو له درکړے دے نازل کړم.</verse>
				<verse number="15">زۀ به تاسو د خپل حضور نه داسې وشړم لکه څنګه چې ما ستاسو خپلوان د اِفرائيم خلق شړلى وُو.“</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے يرمياه، دې قوم ته نوره دُعا مۀ کوه. او د هغوئ دپاره ما ته سوال او فرياد مۀ کوه، ما ته د هغوئ سره د مدد کولو سفارش مۀ کوه، ځکه چې زۀ به ستا خبره نۀ اورم.</verse>
				<verse number="17">ولې تۀ هغه څۀ نۀ وينې چې کوم هغوئ د يهوداه په ښارونو کښې او د يروشلم په کوڅو کښې کوى؟</verse>
				<verse number="18">ماشومان خشاک راغونډوى، پلاران اور بلوى او ښځې اوړۀ اغږى او ترې نه پېړې جوړوى چې د آسمانې مَلِکې په نامه بُت ته ترې نازکې روټۍ پخې کړى. او هغوئ نورو معبودانو ته د څښلو نذرانې وړاندې کوى، او په خپل دې عمل ما غصه کوى.</verse>
				<verse number="19">آيا هغوئ په خپل دې عمل سره ما ته نقصان رسوى څۀ؟ خو هغوئ خپل ځان ته نقصان رسوى او په خپل دې عمل سره خپل ځانونه شرموى.</verse>
				<verse number="20">نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ فرمائى، زما د قهر او غصې اور به د دې ځائ په انسانانو، ځناورو، او د مېدان په ونو او د زمکې په فصلونو نازل کړم. او هر څۀ به وسوزى او څوک به هم دا اور نۀ شى مړ کولے.“</verse>
				<verse number="21">ربُ الافواج مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى، ”خپلې سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ واخلئ او په خپله يې غوښې وخورئ.</verse>
				<verse number="22">ځکه کله چې ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راوويستل او هغوئ سره مې خبرې وکړې او خپل حُکمونه مې دوئ له ورکړل، نو ما هغوئ له د سوزېدونکو نذرانو او د قربانۍ په حقله حُکم نۀ وو ورکړے.</verse>
				<verse number="23">خو ما هغوئ له دا حُکم ورکړو، چې زما تابعدارى کوئ، نو زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به زما خلق يئ. او د کومو لارو چې زۀ درته د تلو حکم کوم په هغې تلل کوئ. نو په دې کښې به ستا خير وى.</verse>
				<verse number="24">خو هغوئ زما دا حکم ونۀ منلو او زما کلام ته يې غوږ ونۀ نيولو، بلکې د خپل سرکشه زړۀ خواهشونه يې ومنل نو په دې باندې هغوئ د ښۀ کېدو په ځائ نور هم خراب شول.</verse>
				<verse number="25">د کومې ورځې نه چې ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راووتل تر اوسه پورې، ورځ په ورځ، وخت په وخت، ما خپل خِدمت کوونکى پېغمبران تاسو له درولېږل.</verse>
				<verse number="26">خو هغوئ زما خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه. او هغوئ سرکشه وُو تر دې چې د خپل پلار نيکۀ نه يې هم زيات بدکارونه وکړل.</verse>
				<verse number="27">نو اے يرمياه، کله چې تۀ دوئ ته دا هر څۀ ووائې دوئ به تا ته غوږ ونۀ نيسى، او کله چې تۀ دوئ ته آواز ورکړې دوئ به تا له جواب نۀ درکوى.</verse>
				<verse number="28">نو دوئ ته ووايه، دا هغه قوم دے چې د مالِک خُدائ تابعدارى يې ونۀ کړله او اصلاح يې قبوله نۀ کړله. رښتينوالے د دوئ نه تلے دے، او هغه نور د دوئ د خُلو نه نۀ اورېدلے کيږى.“</verse>
				<verse number="29">”خپل وېښتۀ د وير دپاره کل کړئ او لرې يې وغورزوئ. په اوچتو خُشکو غرونو د وير او ماتم سندرې ووايئ، ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ رد کړل او دا نسل يې خپل قهر او غضب ته پرېښودلو.</verse>
				<verse number="30">مالِک خُدائ فرمائى چې د يهوداه خلقو زما د سترګو د وړاندې ګنده کارونه کړى دى، هغوئ زما په کور کښې خپل پليت بُتان اېښى دى په کومو چې زما نوم ليکلے دے او هغه يې ناپاکه کړے دے.</verse>
				<verse number="31">او ورسره ورسره هغوئ د بنى‌هنوم په وادۍ کښې د توفت په نوم علاقائى عبادتخانې جوړې کړې چې هلته خپل زامن او لوڼه په اور کښې وسوزوى او قربانى يې کړى چې نۀ ورته ما حکم کړے وو او نۀ مې په خيال خاطر کښې تېر شوى وُو.</verse>
				<verse number="32">خو خبردار، يو وخت داسې راروان دے چې دې ځائ ته به نور د توفت يا د بنى‌هنوم وادى نۀ وائى بلکې خلق به ورته د قتل و غارت وادى وائى. ځکه چې هلته به دومره ډېر لاشونه ښخ کړے شى چې نور به د ښخولو دپاره ځائ نۀ وى.</verse>
				<verse number="33">نو د هغوئ لاشونه به د هوا مارغانو او د ځنګلى ځناورو خوراک شى او داسې څوک به ژوندى نۀ وى چې دا ترې نه وشړى.</verse>
				<verse number="34">زۀ به د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې د خندا خوشحالۍ آوازونه ختم کړم. د ناوې او زلمى آوازونه به نور په دې ښارونو کښې نۀ اورېدلے کيږى. ځکه چې دا مُلک به وران ويجاړ وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه وخت کښې به دشمن د بادشاهانو او د يهوداه د آفسرانو، د اِمامانو او د پېغمبرانو او د يروشلم د نورو خلقو هډُوکى د قبرونو نه بهر راوباسى،</verse>
				<verse number="2">او د زمکې په مخ به يې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به د هغه چا په وړاندې يعنې د نمر، سپوږمۍ او ستورو مخې ته پراتۀ وى د چا چې هغوئ عبادت کولو، ځکه چې هغوئ د دې څيزونو خِدمت کولو، او دې پسې روان وُو، او دې ته يې سجده کوله. د هغوئ هډُوکى به دوباره په خپلو کښې رايوځائ نۀ شى او نۀ به ښخ کړے شى بلکې د ډيران په شان به پراتۀ وى.</verse>
				<verse number="3">او هر چرته چې د دې بدعمله قوم ژوندى کسان کوم چې ما خوارۀ وارۀ کړى دى اوسيږى، نو هغوئ به د ژوند نه په مرګ باندې خوشحاله وى.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ دا وفرمائيل.</verse>
				<verse number="4">”هغوئ ته ووايه چې مالِک خُدائ داسې فرمائى، هرکله چې څوک راپرېوځى، نو هغوئ بيا نۀ راپاڅى څۀ؟ هرکله چې يو سړے په غلطه لار روان شى آيا هغه به بيا راواپس نۀ شى څۀ؟</verse>
				<verse number="5">نو بيا د يروشلم خلق د صحيح لارې نه ولې اوړېدلى دى؟ دوئ په دروغو او دوکه مارۍ کښې خپل ځان انغښتے دے او ما ته د واپس راتلو نه اِنکار کوى.</verse>
				<verse number="6">ما هغوئ ته په غور سره غوږ ونيولو خو هغوئ حقيقت نۀ وئيلو. او څوک هم په خپلو بدو کارونو باندې توبه ګار نۀ وُو او چا هم دا نۀ وئيل چې، ”دا مې کوم غلط کار وکړو؟“ لکه څنګه چې آس د جنګ مېدان ته په منډه روان وى دغه شان دوئ هم هر يو په خپلو غلطو لارو په تېزۍ سره روان دى.</verse>
				<verse number="7">تر دې چې مختلف مارغان لکه ډينګان، ګوګوشتکې، طوطاګرکى او زاڼى هم په دې پوهيږى چې اوس موسم بدل شو او راواپس کيږى. خو زما غوره شوے قوم زما د قانون نه ناخبره دے.</verse>
				<verse number="8">تاسو څنګه دا وايئ چې، مونږ ټول هوښياران يُو ځکه چې مونږ سره د مالِک خُدائ شريعت موجود دے؟ او حال دا چې د شريعت عالمانو په خپلو دروغو سره اصلى شريعت بدل کړے دے.</verse>
				<verse number="9">ګورئ دغه هوښياران به وشرميږى او په خپل کم عقلتوب کښې به راګېر شى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ کلام رد کړو نو بيا د دوئ هوښيارتيا چرته لاړه؟</verse>
				<verse number="10">نو په دې وجه به زۀ د هغوئ ښځې پردو سړو ته حواله کړم او زمکه او جائيداد به يې هم نورو خلقو له ورکړم. ځکه چې د ماشومانو نه واخله تر بوډاګانو پورې هر يو د ناجائزه ګټې په لالچ کښې دى، د ‎پېغمبر نه واخله تر اِمام پورې ټول دوکه ماران دى.</verse>
				<verse number="11">هغوئ زما د خلقو د سختو زخمونو عرضى علاج کوى. او کله چې خير نۀ وى نو هغوئ وائى چې، خير دے، خير به شى.</verse>
				<verse number="12">آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ له سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="13">”زۀ به د دوئ پوره فصل تباه کړم. د انګورو په بوټى کښې به يوه دانه هم پاتې نۀ شى، او نۀ به اينځر د اينځر په ونه کښې وليدلے شى، د دوئ پاڼې به اوچې شى. او هر څۀ چې ما دوئ له ورکړى دى هغه به ترې نه واپس واخلم.</verse>
				<verse number="14">نو بيا به دوئ وائى چې مونږ ولې دلته په آرام سره ناست يُو؟ راځئ چې قلعه بند ښارونو ته وتښتو چې هلته کښې مړۀ شُو، ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ دا تباهى راباندې راوستې ده او د زهرو ډک جام يې مونږ ته څښلو دپاره راکړے دے. ځکه چې مونږ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده.</verse>
				<verse number="15">مونږ د امن په طمع وُو، خو مونږ هيڅ خير ونۀ ليدلو. مونږ د شفا حاصلولو اُميد کولو، بلکې د هغې په ځائ په مونږ يره راغله.</verse>
				<verse number="16">واورئ. زمونږ د دشمن د آسونو شڼېدل د دان د ښار نه اورېدلے کيږى. او د هغوئ د آسونو د هڼېدلو نه ټوله زمکه په لړزېدو ده. هغوئ د دې دپاره راغلى دى چې دا مُلک او هر څۀ چې په کښې دى تباه کړى، ښارونه او هر څوک چې په کښې اوسيږى تېر کړى.“</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به ستاسو خلاف زهريله ماران درولېږم چې هيڅ قسم منتر به په هغې اثر نۀ کوى او هغه به تاسو وچيچى.“</verse>
				<verse number="18">نو بيا ما ووئيل چې خوشحالى زما نه لاړه او زما د خفګان علاج نشته، او دننه زړۀ مې بې‌هوشه دے.</verse>
				<verse number="19">زما د خلقو ژړا ته غوږ ونيسئ چې په ټول مُلک کښې اورېدلے کيږى، هغوئ تپوس کوى وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ صيون پرېښودے دے څۀ؟ آيا د هغوئ بادشاه نور دلته کښې نشته څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته په جواب کښې فرمائى چې، ”تاسو ولې د هسې فضول او پردو بُتانو په عبادت زما قهر او غضب راوپارولو؟“</verse>
				<verse number="20">خلق چغې سورې وهى او ژاړى چې، ”اوړے تېر شو، فصل لو شو، خو مونږ لا بچ نۀ يُو.“</verse>
				<verse number="21">زۀ د خپلو خلقو د دردونو سره دردمند شوم. او په پرېشانۍ کښې راګېر شوم.</verse>
				<verse number="22">آيا په جِلعاد کښې مرهم نشته؟ آيا هلته طبيبان نشته څۀ؟ نو بيا ولې زما د قوم د زخمونو دپاره شفا نشته څۀ؟</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">”کاش چې زما سر د اوبو چينه وے، او زما سترګې د اوښکو چينې وے، ترڅو چې ما شپه او ورځ د خپلو خلقو په قتلولو ژړا انګولا کولے.</verse>
				<verse number="2">کاش چې په صحرا کښې زما يو سرائى وے، چرته چې ما خپل خلق پرېښودى وے او هلته د دوئ نه لرې اوسېدلم. ځکه چې دوئ ټول د خُدائ پاک سره بې‌وفائى کوى، او د بې‌ايمانانو يوه ډله ده.“</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ د خپلو ژبو نه ليندې جوړې کړې دى او د دروغو غشى هر وخت ورَوى. د دې مُلک په ديانتدارۍ کښې صداقت نشته، هغوئ د يوې ګناه دپاسه بله ګناه کوى، هغوئ ما نۀ پېژنى.</verse>
				<verse number="4">تاسو هر يو په خپل دوست نظر ساتئ او په خپل ورور هم اعتبار مۀ کوئ. ځکه چې هر يو ورور ستاسو دوکه مار دے، او هر يو دوست غېبت کوونکے دے.</verse>
				<verse number="5">هر يو دوست بل دوست سره دوکه کوى، او يو هم رښتيا خبره نۀ کوى، هغوئ خپلو ژبو ته د دروغو وئيلو تعليم ورکړے دے، او په ګناه کولو سره خپل ځان ستړے کوى.“</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”تاسو د دوکه مارانو او د دروغژنو په مينځ کښې اوسېږئ، او د خپلو دوکه کولو په وجه دوئ نۀ غواړى چې ما وپېژنى.“</verse>
				<verse number="7">نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ به دوئ لکه د کچه سپينو زرو په شان د اور بټۍ کښې واچوم، صفا به يې کړم او وبه يې آزمايمه، زۀ نور د دې ګناه ګار قوم سره څۀ وکړم؟</verse>
				<verse number="8">د هغوئ ژبې لکه د زهريله غشو په شان دى، او هغوئ همېشه دروغ وائى. او هغوئ په خولۀ د خپل ګاونډى سره خوږه لهجه کوى، خو په حقيقت کښې د هغوئ دپاره بدې منصوبې جوړوى.“</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا زۀ دوئ ته د دې بدو کارونو سزا ورنۀ کړم څۀ؟ آيا د داسې قوم نه بدله خپله وانۀ خلم څۀ؟</verse>
				<verse number="10">زۀ به د غرونو دپاره ژړا وکړم، او د بيابان د څرن په ځايونو به د غم سندرې ووايم. ځکه چې څوک هم په هغې تګ راتګ نۀ کوى، او ټول شينکے سوزېدلے او اوچ شوے دے او د رمو آوازونه په کښې نۀ اورېدلے کيږى. د هوا مارغان او ځنګلى ځناور ټول ترې نه تښتېدلى دى.“</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به د يروشلم نه د خاورو ډېرے، او د ګيدړانو غار جوړ کړم. او د يهوداه ښارونه به وران او خاموشه کړم، نو هيڅوک به هلته کښې نۀ اوسيږى.</verse>
				<verse number="12">نو بيا به څوک دومره هوښيار وى چې په دې ټوله موضوع پوهه شى؟ چا ته د مالِک خُدائ نه دومره هدايت مِلاو شوے دے چې دا بيان کړى چې دا مُلک ولې وران شوے دے؟ دا ولې په ريګستان بدل شوے دے، او دومره ولې وران او خراب شوے دے چې هيڅوک هم پرې تېرېدلے نۀ شى؟“</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”دا ځکه چې هغوئ زما شريعت هېر کړو کوم تعليم چې ما هغوئ ته وړاندې کړے وو، نۀ هغوئ زما کلام ومنلو او نۀ يې د هغې پيروى وکړه،</verse>
				<verse number="14">بلکې د دې په ځائ هغوئ د خپل سرکشه زړونو پيروى وکړه، او هغوئ د بعل د بُت پيروى وکړه لکه څنګه چې د هغوئ پلار نيکۀ ورته د عبادت کولو تعليم ورکړے وو.</verse>
				<verse number="15">نو ځکه، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ګورئ، زۀ به هغوئ ته د خوړلو دپاره ګنډير ورکړم او د څښلو دپاره به زهريله اوبۀ ورکړم.</verse>
				<verse number="16">زۀ به هغوئ په داسې قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړم چې نۀ به يې دوئ او نۀ به يې د دوئ پلار نيکۀ پېژنى، او زۀ به په دوئ جنګ راولم ترڅو چې يې هلاک کړى نۀ وى.“</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغه څۀ چې کېدونکى دى په هغې غور وکړئ. سندرې ويونکې او ماتم کوونکې ښځې راوغواړئ چې راشى، او هغه ښځې راوغواړئ چې په مړى په ژړا کولو کښې ماهرې دى.</verse>
				<verse number="18">لاړ شئ او هغوئ زر راولئ چې په مونږ باندې دومره ژړا او سندرې ووائى ترڅو زمونږ سترګې د اوښکو نه ډکې شى، او زمونږ د بڼو نه اوښکې روانې شى.“</verse>
				<verse number="19">د صيون نه د ژړا آوازونه اورېدلے کيږى چې وائى، ”واى، واى، مونږه څنګه تباه شُو او په شرمونو وشرمېدو. مونږ مُلک پرېښودو ته مجبوره شوى يُو، ځکه چې زمونږ کورونه تباه شوى دى.“</verse>
				<verse number="20">اے ښځو، د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسئ، او د هغۀ د خولې هرې خبرې ته غوږ ونيسئ. خپلو لوڼو ته د سندرو او ماتم کولو تعليم ورکړئ، او يو بل ته په خپلو کښې د ماتم کولو تعليم ورکړئ.</verse>
				<verse number="21">ځکه چې مرګ زمونږ کور ته په کړکو راننوتے دے او زمونږ قلعو ته رادننه شوے دے، هغه اوس ماشومان د کوڅو نه او ځوانان د بازارونو او چوکونو نه راټولوى او تېروى.</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ فرمائى، ”خلقو ته ووايه چې د مړو لاشونه به په پټو کښې لکه د ډېران د سرې پراتۀ وى، او لکه د غنمو وږې په شان د لَوګرى شا ته اخوا ديخوا پراتۀ وى دغه شان به مړى هرې خوا ته پراتۀ وى او د راټولولو به يې څوک نۀ وى.“</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ فرمائى، ”هوښيار دې په خپله هوښيارتيا فخر ونۀ کړى، نۀ دې زورَور په خپل زور باندې او نۀ دې دولتمند په خپل دولت باندې فخر وکړى.“</verse>
				<verse number="24">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ څوک فخر کول غواړى نو هغه دې په دې خبره فخر وکړى چې دوئ ما پېژنى او په دې پوهيږى چې زۀ هغه مالِک خُدائ يم چې په زمکه باندې نۀ ختمېدونکې مينه، عدل و اِنصاف او صداقت راولم. ځکه چې په دې څيزونو کښې زما خوشحالى ده.“</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ فرمائى، ”هغه ورځې راروانې دى چې، زۀ به ټولو هغه خلقو ته سزا ورکړم څوک چې صرف جسمانى سنت شوى دى.</verse>
				<verse number="26">زۀ به مِصر، ادوم، عمون، موآب او هغوئ ته څوک چې په دشتو او ميرو کښې اوسيږى سزا ورکړم، او ورسره به بنى اِسرائيل ته هم سزا ورکړم. ځکه چې د ټولو بُت پرستو قومونو په شان، د دوئ زړونه هم مالِک خُدائ ته وقف نۀ دى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ پېغام ته غوږ ونيسئ.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د نورو قومونو په طريقو تلل مۀ کوئ، او د هغوئ په شان په آسمان کښې د ستورو د ګردش او نښو نښانو نه مۀ يرېږئ تر دې چې هغوئ په خپله يريږى.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې د نورو قومونو رِواج فضول دے، هغوئ د ځنګل نه ونه راووهى، او بيا کاريګر ترې نه په خپله په ترښځ بُت جوړوى.</verse>
				<verse number="4">او وروستو هغه په سرو او سپينو زرو باندې ښائسته کړى او بيا دوئ په څټک او مېخ سره دا بُت په يو ځائ کښې ټک وهى چې راونۀ غورزيږى.</verse>
				<verse number="5">د هغوئ بُتان داسې دى لکه د بادرنګو په پټى کښې چې ګوډاګے د مارغانو د شړلو دپاره ودرولے شوے وى، کوم چې نۀ خبرې کولے شى، او نۀ هغه په خپله ګرځېدے شى، په کار دے چې نور خلق دا اوچت کړى. د هغوئ نه مۀ يرېږه، دوئ تا ته ضرر نۀ شى در رسولے او نۀ څۀ فائده درکولے شى.“</verse>
				<verse number="6">اے مالِکه خُدايه، ستا په شان بل هيڅ څوک هم نشته، تۀ لوئ يې، او تۀ زورَور يې.</verse>
				<verse number="7">اے د قومونو بادشاه، څوک به ستا نه نۀ يريږى؟ تۀ د ثناء او صِفت لائق يې. د دُنيا په ټولو هوښيارو خلقو او بادشاهتونو کښې بل څوک ستا په شان نشته.</verse>
				<verse number="8">هغوئ ټول کم عقل او بې‌وقوفه دى، ځکه هغوئ چې د څۀ عبادت کوى هغه د لرګى نه جوړ شوى دى.</verse>
				<verse number="9">هغوئ د ترسيس نه د سپينو زرو تختې او د اوفاز نه سرۀ زر راوړى. کله چې زرګر ترې نه بُت جوړ کړى نو بيا درزيان ورته آسمانى او کاسنى کپړې تياروى او هغۀ ته يې وراغوندى.</verse>
				<verse number="10">بلکې مالِک خُدائ رښتونے خُدائ پاک دے. هغه ژوندے خُدائ پاک او ابدى بادشاه دے. د هغۀ د قهر و غضب نه ټوله دُنيا لړزيږى، قومونه د هغۀ غضب ته ټينګېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="11">هغه خلقو ته څوک چې د نورو معبودانو عبادت کوى دا ووايه چې، ”هغه تش په نامه معبودانو چې زمکه او آسمانونه يې نۀ دى جوړ کړى، هغه به د زمکې د مخ نه او د آسمان د لاندې نه بلکل ختم شى.“</verse>
				<verse number="12">خو مالِک خُدائ په خپل قدرت سره زمکه جوړه کړه. او په خپل حکمت سره يې دُنيا قائمه کړه. او په خپل عقل يې آسمانونه خوارۀ کړل.</verse>
				<verse number="13">کله چې هغه برېښنا ته حُکم وکړى نو په آسمان کښې وريځې په غرار شى، هغه وريځې د زمکې د يو سر نه تر بل سره پورې خوروى. هغه برېښنا د باران سره رالېږى او د خپلو ذخيرو نه هوا رالوځوى.</verse>
				<verse number="14">د انسان ټول نسلونه بې‌عقله او بې‌علمه دى، هغه کاريګر چې بُتان جوړوى دوئ به د دې بُتانو په وجه وشرميږى، ځکه چې د دوئ بُتان هم دوکه ده او ساه په کښې نشته.</verse>
				<verse number="15">دا بُتان فضول او سپک څيز دے. د حساب کِتاب په ورځ به دا ټول تباه شى.</verse>
				<verse number="16">خو د بنى اِسرائيلو خُدائ د بُت په شان نۀ دے. هغه د هر شى خالق دے، د بنى اِسرائيلو په شمول چې د هغۀ خپل خلق دى. او د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.</verse>
				<verse number="17">اے محاصره شوې ښاريې. تاسو خپله کډه راوچته کړئ، دشمنانو درنه ګېره اچولې ده.</verse>
				<verse number="18">ځکه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ناګهانه به دا ځل د دې مُلک اوسېدونکى بهر وغورزوم. زۀ به په تاسو لوئ مصيبت نازل کړم، او په آخر کښې به تاسو ته زما د غصې پته ولګى.“</verse>
				<verse number="19">واى واى، تباه شوم، زما زخمونه سخت دى، زما بيمارى د رغېدو نه بهر ده، چې ضرور دا برداشت کړم.</verse>
				<verse number="20">بلکې زمونږ خېمې تباه شوې دى او پړى يې شلېدلى دى، زما ماشومان ما نه اخستے شوى دى. يو هم نۀ دے پاتې شوے، ټول بوتلے شوى دى زۀ به يې دوباره ونۀ وينم.</verse>
				<verse number="21">زما د قوم شپونکى بې‌شعوره او بې‌عقله شوى دى. دوئ نور د مالِک خُدائ سره مشوره نۀ کوى. نو په دې وجه دوئ پوره ناکاميابه شوى دى، او د دوئ ټولې رمې دانه وانه شوې دى.</verse>
				<verse number="22">غوږ ونيسئ، د شمال د خوا نه د غټ لښکر د راتلو يروونکے شور اورېدے کيږى. د يهوداه ښارونه به تباه او برباد شى او د ګيدړانو غار به ترې نه جوړ شى.</verse>
				<verse number="23">اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى.</verse>
				<verse number="24">اے مالِکه خُدايه، په نرمۍ سره زما اصلاح وکړه، او په خپل قهر او غضب کښې دې زما اصلاح مۀ کوه ګنې زۀ به د دُنيا نه ورک شم.</verse>
				<verse number="25">څوک چې تا نۀ پېژنى خپل قهر و غضب دې په هغه خلقو نازل کړه، او په هغه چا څوک چې ستا نوم په خولۀ نۀ اخلى، ځکه چې ستا قوم بنى اِسرائيل يې وژلى دى، او هغوئ دوئ لواړ تېر کړى او تباه کړى يې دى، او مُلک يې ورله وران ويجاړ کړے دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">مالِک خُدائ يرمياه ته دا پېغام ورکړو چې،</verse>
				<verse number="2">”تاسو د دې لوظ شرطونو ته غوږ ونيسئ او هغه د يروشلم او يهوداه خلقو ته ووايه کوم چې ما تاسو سره کړے دے.</verse>
				<verse number="3">هغوئ ته ووايه چې دا هغه موضوع ده چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لعنت دې وى په هر هغه چا چې د دې لوظ د شرطونو پيروى نۀ کوى.</verse>
				<verse number="4">دا هغه لوظ دے چې کله ما ستاسو پلار نيکۀ سره په هغه وخت کښې کړے دے کله چې ما هغوئ د مِصر نه بهر راوويستل د هغه ځائ نه چې لکه د اور د بټۍ په شان وو. کۀ چرې تاسو زما د حکمونو پيروى وکړئ کوم چې ما تاسو له درکړى دى، نو بيا به تاسو زما قوم يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="5">نو زۀ به بيا خپل هغه لوظ پوره کړم کوم چې ما ستاسو د پلار نيکۀ سره کړے وو چې زۀ به هغوئ له هغه زمکه ورکړم چې په کښې د شهد او پئ ډېر تېر دى او په کوم کښې چې تاسو نن اوسېږئ.“ نو بيا ما جواب ورکړو چې، ”آمين، مالِکه خُدايه.“</verse>
				<verse number="6">بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې وګرځه. هلته زما ټول پېغامونه هغوئ ته بيان کړه او خلقو ته ووايه چې، د لوظ په شرطونو باندې غور وکړئ، او په هغۀ باندې عمل وکړئ.</verse>
				<verse number="7">کله چې ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راويستل نو ما بار بار دوئ ته خبردارے ورکړو چې زما تابعدارى وکړئ او تر نن ورځ پورې لګيا يم او هم دا خبردارے ورکوم.</verse>
				<verse number="8">بلکې هغوئ نۀ ما ته غوږ ونيولو او نۀ يې زما په خبرو غور وکړلو خو په ځائ د دې هغوئ هر يو د خپل سرکشه زړۀ د خواهشاتو په مطابق ژوند تېرولو. او زما د لوظ د احکامو پيروى يې ونۀ کړه، نو بيا ما هم په هغوئ هغه ټول لعنتونه نازل کړل چې په لوظ کښې يې ذکر شوے دے.“</verse>
				<verse number="9">نو دوباره بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د يهوداه او د يروشلم خلقو زما خِلاف سازش جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="10">هغوئ د خپل پلار نيکۀ پخوانى د ګناهونو لارو ته رجوع کړې ده، د هغوئ پلار نيکۀ زما کلام ته غوږ نۀ نيولو او د نورو معبودانو پيروى او عبادت يې شروع کړو. دواړو اِسرائيل او يهوداه هغه لوظ مات کړو کوم چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره کړے وو.</verse>
				<verse number="11">نو د دې دپاره زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، زۀ به په دوئ هغه افتونه او مصيبتونه راولم چې دوئ به ترې نه تښتېدلے نۀ شى. کۀ څۀ هم چې دوئ ما ته د مدد دپاره وژاړى او چغې ووهى، خو زۀ به يې نۀ اورم.</verse>
				<verse number="12">نو د يهوداه او د يروشلم خلق به معبودانو له لاړ شى او فرياد به ورته وکړى، چا ته چې هغوئ خوشبويۍ سوزولې. خو هرکله چې افت په دوئ باندې راشى نو په هغه وخت کښې به هغه بُتان دوئ بچ نۀ کړى.</verse>
				<verse number="13">اے د يهوداه خلقو وګورئ ستاسو د خپلو ښارونو په تعداد کښې معبودان دى، او د يروشلم د کوڅو په تعداد کښې تاسو شرمناکې ډيرې قربان‌ګاه جوړې کړې دى، چې په کښې د بعل بُت دپاره د خوشبو سوزولو قربانۍ پېش کړئ.</verse>
				<verse number="14">اے يرمياه، تۀ د دې خلقو دپاره نۀ ما ته دُعا او نۀ مِنت زارى وکړې، ځکه چې زۀ به دوئ ته په هغه وخت کښې چې کله په تکليف کښې وى غوږ نۀ نيسم.</verse>
				<verse number="15">نو بيا تاسو زما کور ته د داخلېدو څۀ حق لرئ چې تاسو بد کارونه وکړل، اے زما محبوب قومه؟ آيا ستاسو د نذرانې او د قربانۍ مقدسې غوښې پېش کول به تاسو د تباهۍ نه بچ کړى څۀ؟ او په حقيقت کښې تاسو په بدعملۍ کولو کښې خوشحاله يئ.</verse>
				<verse number="16">ما مالِک خُدائ به په يو وخت کښې تاسو ته د زيتُونو د شنې او ښکلې ونې لقب درکړے وو چې د ښو مېوو نه ډکې وى. خو د سخت او زورَور طوفان په شور کښې به زۀ ستا په پاڼو اور بل کړم، او ستا څانګې به ماتې کړم.</verse>
				<verse number="17">ما، مالِک خُدائ ربُ الافواج اِسرائيل او يهوداه د ونې په شان کَرلى وُو، خو اوس مې په تاسو د افت راوستلو فېصله وکړه. ځکه چې تاسو بدعملى وکړه، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ په سوزولو تاسو زما غصه راوپاروله.“</verse>
				<verse number="18">نو بيا مالِک خُدائ زۀ د هغوئ د بدو منصوبو نه خبر کړم کومې چې دشمنانو زما خِلاف جوړې کړې وې.</verse>
				<verse number="19">زۀ د هغه بې‌ګناه ګډُورى په شان وم چې د حلالولو دپاره روان کړے شوے وى او ما ته زما خِلاف د هغوئ د بدو منصوبو عِلم نۀ وو. هغوئ وئيل، ”راځئ چې د مېوې هغه ډکه ونه راوغورزوُو، راځئ چې هغه د ژوندو د دُنيا نه ختم کړُو چې نور د هغۀ نوم د دُنيا نه د تل دپاره ورک شى.“</verse>
				<verse number="20">نو بيا ما سوال وکړو چې، ”اے مالِکه خُدايه ربُ الافواجه. تۀ عادل او اِنصاف کوونکے يې، تا ته د هغوئ د زړُونو او سوچونو پته ده، زۀ غواړم چې تۀ زما بدله واخلې او هغه په خپله ووينم، نو اوس ما خپله فېصله تا ته پرېښې ده.“</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ فرمائى، ”د عنتوت خلق غواړى چې تا ووژنى. هغوئ وائى چې تۀ د مالِک خُدائ په نوم نبوت مۀ کوه ګنې تا به مړ کړُو.</verse>
				<verse number="22">نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د دوئ په حقله فرمائى، زۀ به هغوئ له سزا ورکړم. د هغوئ ځوانان به په جنګ کښې ووژلے شى، او د هغوئ زامن او لوڼه به د قحط په وجه مړۀ شى.</verse>
				<verse number="23">د هغوئ نه به يو هم بچ پاتې نۀ شى ځکه چې زۀ به د عنتوت په خلقو افت رانازل کړم. کله چې د هغوئ د سزا وخت راورسيږى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، تۀ همېشه ما سره اِنصاف کوې کله چې زۀ يوه مسئله ستا په حضور کښې وړاندې کړم. نو ما ته د مقدمې کولو اجازت راکړه، نو دا بدکاران ولې دومره ترقى کوى؟ او ولې ټول غداران دومره په آرام ژوند تېروى؟</verse>
				<verse number="2">تا هغوئ کَرلى دى او دوئ جرړې کړې دى، دا لوئ شى او مېوه ونيسى. تۀ هر وخت د هغوئ په خولۀ يې، خو د هغوئ د زړونو نه لرې يې.</verse>
				<verse number="3">خو اے مالِکه خُدايه، تۀ ما پېژنې، او تۀ ما وينې او تۀ په ما آزمېښت وکړه چې زۀ ستا يم. دا بدعمله خلق داسې راکاږه لکه څنګه چې يو ګډ د حلالولو دپاره راښکلے شى، او د حلالولو پورې يې يوې خوا ته وساته.</verse>
				<verse number="4">دا زمکه به تر کومې پورې ماتم کوى او په پټو کښې به يې ګياه اوچيږى؟ څوک چې په دې مُلک کښې اوسيږى نو د هغوئ د بدعملۍ په وجه مارغان او ځناور تباه شوى دى، او هم په دې وجه خلق دا وائى چې، ”خُدائ به هم حيران وى چې مونږ سره به څۀ کيږى.“</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”اے يرمياه، کۀ چرې تۀ د انسانانو سره په منډه وهلو دومره ستړے کېږې، نو تۀ به د آسونو سره څۀ مقابله وکړې؟ کۀ چرې تۀ په يو هوار او محفوظه مېدان کښې تيندکونه خورې او راغورزېږې، نو تۀ به د اُردن سره په ګڼ ځنګل کښې څۀ کوې؟</verse>
				<verse number="6">تر دې چې ستا وروڼه، او ستا د خپل خاندان خلق ستا مخالفت کوى. هغوئ ستا خلاف شکايتونه کوى. په هغوئ باور مۀ کوه، کۀ څۀ هم چې هغوئ ستا ښۀ وائى.“</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ فرمائى، ”ما خپل خلق پرېښودل، چې زما خاص ميراث دے. ما ته ډېر ګران خلق مې د دشمنانو لاسونو ته حواله کړل.</verse>
				<verse number="8">زما غوره شوے قوم لکه د ځنګل د زمرى په شان ما ته وغړمبېدو، نو په دې وجه زۀ د هغوئ نه نفرت کوم.</verse>
				<verse number="9">آيا دا مُلک د ګيدړانو غار دے چې ټپوسان پرې بره الوځى رالوځى. خو ځنګلى ځناور دې راشى چې د هغوئ لاشونه وخورى.</verse>
				<verse number="10">ډېرو حاکمانو زما د انګورو باغونه برباد کړى دى، او هغوئ ټول بوټى د پښو لاندې کړى دى او ښائست يې ورله ختم او په بيابان بدل کړے دے.</verse>
				<verse number="11">هغوئ د دې نه تش بيابان جوړ کړے دے او ما د خپلو خلقو د ماتم ژړا اورېدلې ده، او زما د ټول مُلک نه دشته بيابان جوړ شوے دے، او څوک يې هم پرواه نۀ کوى.</verse>
				<verse number="12">د بيابان په ټولو اوچتو او خُشکو غونډو د قتل و غارت فوج ليدلے کيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ تُوره به د يو سر نه تر بل سره پورې هغوئ هلاک کړى. نو څوک به هم محفوظ نۀ وى.</verse>
				<verse number="13">زما خلقو غنم وکَرل، خو تش ازغى يې ورېبل، هغوئ ډېر محنت وکړو خو هيڅ فائده يې حاصله نۀ کړه. ځکه د مالِک خُدائ د سختې غصې په وجه، هغوئ صرف د رُسوايۍ او شرم فصل ورېبلو.“</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به د بنى اِسرائيلو نه هغه ټول شريره او بدکاره ګاونډيان د جرړې نه راوکاږم څوک چې د هغوئ په زمکه قبضه کول غواړى، او زۀ به يهوداه هم د بنى اِسرائيلو د مينځ نه راوکاږم.</verse>
				<verse number="15">خو کله چې زۀ هغوئ راوباسم، نو بيا به زۀ په هغوئ باندې رحم وکړم، او زۀ به هغوئ هر يو قوم خپل ميراث او خپل مُلک ته واپس راولم.</verse>
				<verse number="16">او بيا کۀ چرې دا قومونه په رښتيا سره زما د خلقو طريقې زده کړى، او کۀ هغوئ زما په نوم قسم خوړل زده کړى او وائى چې په يقين سره مالِک خُدائ ژوندے دے، لکه څنګه چې هغوئ يو وخت زما قوم ته د بعل د بُت په نوم قسم خوړل ور زده کړى وُو، نو هغوئ به بيا زما د قوم په مينځ کښې آباد شى.</verse>
				<verse number="17">خو کۀ چرې هر يو قوم زما خبرو ته غوږ ونۀ نيسى، نو بيا به زۀ هغه قوم په مکمل توګه د بېخ نه راوکاږم او نيست و نابود به يې کړم.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د خپل ځان دپاره د کتان لنګ واخله او د ملا نه يې تاؤ کړه خو چې په اوبو کښې درنه لوند نۀ شى.“</verse>
				<verse number="2">نو د مالِک خُدائ د هدايت په مطابق ما لنګ واخستو او د ملا نه مې تاؤ کړو.</verse>
				<verse number="3">نو بيا په دوېم ځل د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="4">”کوم لنګ چې تا اخستے او تاؤ کړے دے اوس د فرات سيند ته لاړ شه او هلته د ګټ په سورى کښې يې پټ کړه.“</verse>
				<verse number="5">نو د مالِک خُدائ د هدايت په مطابق زۀ لاړم او لنګ مې هلته پټ کړو.</verse>
				<verse number="6">څۀ موده وروستو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د فرات سيند ته لاړ شه او هغه لنګ بيا راواخله کوم چې ما درته فرمائيلى وُو چې هلته يې پټ کړه.“</verse>
				<verse number="7">نو بيا زۀ لاړم او هغه ځائ نه مې راوويستو په کوم ځائ کښې چې ما لنګ پټ کړے وو، خو ومې ليدو چې دا بلکل سخا شوے وو او د هيڅ کار نۀ وو.</verse>
				<verse number="8">نو د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="9">”لکه څنګه چې دا لنګ سخا شوے دے دغه رنګ به زۀ د يهوداه او د يروشلم لوئ غرور سخا کړم.</verse>
				<verse number="10">دې بدکاره خلقو چا چې زما د کلام د اورېدو نه اِنکار وکړو، او د خپلو سرکشه زړونو يې ومنل او د نورو معبودانو عبادت او خِدمت يې شروع کړو، نو د هغوئ حالت به د دې سخا شوے لنګ په شان وى چې د هيڅ کار نۀ وى.</verse>
				<verse number="11">لکه څنګه چې لنګ د انسان د ملا نه کلک تاو وى، نو دغه شان ما د اِسرائيل او د يهوداه خلق خپل ځان سره وتړل چې دوئ زما د نوم د شُهرت، تعريف او عزت باعث وى. خو هغوئ زما تابعدارى ونۀ کړه.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.</verse>
				<verse number="12">نو هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”ستا د ميو ټولې چاټۍ دې د ميو نه ډکې شى. او بيا دوئ جواب ور کړو چې، بې‌شکه، هره يوه چاټۍ به د ميو نه ډکه شى.</verse>
				<verse number="13">نو بيا تۀ هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى زۀ به د دې مُلک په ټولو خلقو او د داؤد په نسل، په بادشاهانو، او اِمامانو، پېغمبرانو دومره مے وڅښم چې ښۀ نشه شى او په هر هغه چا چې په يروشلم کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="14">نو بيا به زۀ هغوئ په خپلو کښې سره وجنګومه تر دې چې مور پلار او بچى به په خپلو کښې يو بل زره زره کړى. او زۀ به په هغوئ هيڅ قسم رحم او ترس ونۀ کړم. او هيڅ څيز به ما د هغوئ د تباه کولو نه منع نۀ کړى.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.</verse>
				<verse number="15">په غور او احتياط سره واورئ او مغروره کېږئ مه. ځکه چې مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="16">د دې نه مخکښې چې ډېر ناوخته شى مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته جلال ورکړئ. او هغه وپېژنئ د دې نه وړاندې چې هغه درباندې تيارۀ راولى، او تاسو تيندک وخورئ او په تورو تيارو غرونو کښې راوغورزېږئ. او د هغه نُور چې تاسو يې په انتظار کښې يئ نو مالِک خُدائ به هغه په تورو تيارو بدل کړى.</verse>
				<verse number="17">کۀ تاسو اوس هم غوږ ونۀ نيسئ، نو زۀ به ستاسو د غرور په وجه پټ پټ وژاړم. زما سترګې به ترخه ژړا وکړى او ډکې به شى او اوښکې به ترې بهيږى. ځکه چې دشمن به د مالِک خُدائ قوم لکه د يوې رمې په شان راګېر کړى او قېدولو له به يې بوځى.</verse>
				<verse number="18">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”بادشاه او د هغۀ مور ته ووايه چې، د تخت نه راکوز شه او په خاورو کښې کښېنه، ځکه چې ستا د شان او شوکت تاجونه به زر ستا د سر نه راوغورزيږى.</verse>
				<verse number="19">د نجب ښارونو دروازې به بند کړے شى او څوک به هم هغه نۀ شى کولاولے. د يهوداه ټول خلق به جلاوطن کړے شى او يو به هم بچ نۀ شى.“</verse>
				<verse number="20">خپلې سترګې اوچتې کړه او هغه فوج وګوره چې د شمال د خوا نه راروان دے. ستا هغه ښکلې رَمې اوس چرته دى چې ما تا ته سپارلې وې؟ ستا هغه ګډان چرته دى چې تا به پرې فخر کولو؟</verse>
				<verse number="21">تۀ به په هغه ورځ څۀ وائې کله چې مالِک خُدائ په تا هغه خلق حکمرانان مقرر کړى کوم خلق چې تا خپله ډله جوړه کړې وه؟ لکه څنګه چې د ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت وى نو تۀ به په دغه شان تکليف کښې شې.</verse>
				<verse number="22">کۀ تۀ چرې د خپل ځان نه تپوس وکړې چې دا هر څۀ ما سره ولې کيږى؟ نو دا ستا د ډېرو ګناهونو په وجه تا سره وشول. نو ځکه ستا نه جامې وويستلے شوې او هغه حمله کوونکو فوجيانو تا سره په زور زنا وکړه.</verse>
				<verse number="23">ولې د ايتهوپيا يو سړے د خپلې څرمنې رنګ بدلولے شى؟ يا يو پړانګ د ځان نه خالونه لرې کولے شى څۀ؟ نه کله هم نه، هم دغه رنګ تۀ په بدو عملونو دومره عادت شوے يې چې تۀ کله هم نېک کارونه نۀ شې کولے.</verse>
				<verse number="24">زۀ به تاسو لکه د بوسو په شان چې د صحرا هوا په مخه اخستې وى خوارۀ وارۀ کړم.</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ فرمائى چې، دا ستا قسمت دے، هغه برخه چې ما ستا دپاره مقرر کړې ده. ځکه چې تا زۀ هېر کړے يم او په دروغژنو معبودانو دې يقين کړے دے.</verse>
				<verse number="26">اے قومه، زۀ به په خپله ستاسو نه جامې وکاږم چې تاسو لغړ کړم او شرمګاه مو ښکاره کړم.</verse>
				<verse number="27">ما ستاسو زناکارى او د نفس خواهشات، ما ستاسو په بې‌شرمۍ سره د بُتانو عبادت په لوړو او ژورو باندې وليدلو. په تاسو دې افسوس وى، اے يروشلمه. ترڅو پورې به تاسو داسې حرام کاره او ناپاکه يئ؟</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">د اوچ کالۍ په حقله په يرمياه د مالِک خُدائ کلام نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”يهوداه وير کوى، ښارونه يې لکه د اوچو شوو بوټو په شان غمژن دى، ټول خلق يې د غم په وجه په زمکه ناست دى او د يروشلم نه چغې او سورې راپورته کيږى.</verse>
				<verse number="3">مالداره خلق خپل نوکران د اوبو دپاره کُوهيانو ته لېږى، خو ټولې چينې کُوهيان اوچ شوى وى او د ګوټ اوبو درک هم نۀ لګى. نوکران په ډيرې مايوسۍ او خفګان د تشو منګو سره راواپس کيږى او خپل سرونه يې د پرېشانۍ په وجه پټ کړى وى.</verse>
				<verse number="4">زمکه د خوشکۍ او د باران نۀ ورېدلو په وجه چاؤدلې ده، زميداران پرېشانه دى، او هغوئ هم خپل مخونه پټ کړى دى.</verse>
				<verse number="5">په پټو کښې د خوراک دپاره د ګياه د نشتوالى په وجه هوسۍ هم خپل تازه پېدا شوى بچى هم داسې په ډاګه پرېښى دى.</verse>
				<verse number="6">ځنګلى خرونه هم د خوشکو غونډو په سرونو ودريږى او د ګيدړانو په شان چغې وهى او د خوراک د نشتوالى په وجه يې نظر کار پرېښے دے.</verse>
				<verse number="7">زما خلق ما ته فرياد کوى او وائى چې، زمونږ ګناهونه زمونږ خِلاف ګواهى ورکوى، خو اے مالِکه خُدايه، د خپل نوم د خاطره دې زمونږ مدد وکړه. مونږ ستا نه په څو ځله اوړېدلى يُو، او ستا خِلاف مو ګناه کړې ده.</verse>
				<verse number="8">اے مالِکه خُدايه صرف تۀ د بنى اِسرائيلو اُميد يې، او د تکليف په وخت کښې زمونږ خلاصونکے يې. نو بيا ولې تۀ لکه د يو مسافر په شان يې چې زمونږ په مُلک کښې صرف يوه شپه تېره کړى او بيا ځى؟</verse>
				<verse number="9">تۀ ولې د هغه چا په شان يې چې ګنګس وى، او لکه د داسې فوجى په شان شوے يې چې څوک بچ کولے نۀ شى؟ اے مالِکه خُدايه، تۀ مونږ سره يې، او مونږ ستا نوم پورې تړلے شوى يُو، نو اوس مونږ مۀ پرېږده.“</verse>
				<verse number="10">نو مالِک خُدائ د دې خلقو په حقله فرمائى، ”د دوئ ډېر زيات دا خوښېدل چې فضول وګرځى او زما نه واوړى او په خپل ځان يې قابو نۀ وُو. نو ځکه زۀ د دوئ نه راضى نۀ يم. او د دوئ ګناهونه به راته ياد وى، او سزا به ورله ورکړم.“</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”نور د دې قوم د خير دپاره ما ته سوال مۀ کوه.</verse>
				<verse number="12">تر دې کۀ هغوئ روژه هم ونيسى، نو زۀ به د هغوئ فرياد ته غوږ نۀ نيسم. او کۀ چرې هغوئ ما ته سوزېدونکې او د غلې نذرانې هم پېش کړى، نو زۀ به هغه نۀ قبلوم. بلکې هغوئ به په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ کړم.“</verse>
				<verse number="13">نو بيا ما ووئيل، ”اے قادر مطلق خُدايه، د هغوئ پېغمبران ورته وائى هر څۀ ټيک دى جنګ او قحط به نۀ راځى. مالِک خُدائ به په حقيقت کښې په تاسو امن راولېږى.“</verse>
				<verse number="14">نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”زما په نوم دا پېغمبران د دروغو نبوت کوى. د هغوئ پېغام زما له طرف نه نۀ دے او نۀ ما هغوئ ته حکم کړے دے چې تاسو دا پېغام خلقو له ورکړئ. هغوئ دروغژنې روياګانې، او فضول فالونه او د خپلو دروغژنو خيالونو پېشګويانې کوى.</verse>
				<verse number="15">نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې کوم پېغمبران چې زما په نوم د دروغو نبوت کوى او خلقو ته وائى چې نۀ به جنګ راځى او نۀ به قحط، چا ته چې ما پېغام نۀ دے ورکړے نو هم دوئ به زۀ په جنګ او قحط باندې هلاک کړم.</verse>
				<verse number="16">کومو خلقو ته چې هغوئ دا پېشګويانې کوى نو د هغوئ لاشونه به د يروشلم په لارو کوڅو کښې د جنګ او قحط په وجه وغورزولے شى. څوک به نۀ وى چې هغوئ او د هغوئ ښځې، زامن، لوڼه ښخ کړى. او زۀ به په هغوئ هغه افت نازل کړم د کوم چې لائق دى.“</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”يرمياه هغوئ ته دا ووايه، زما د سترګو نه شپه او ورځ اوښکې بهيږى، زما ژړا نۀ ودريږى، ځکه چې زما قوم چې په ما لکه د لور په شان ګران دے سخت زخمى شوے دے او زيات ژوبل شوے دے.</verse>
				<verse number="18">کله چې زۀ بهر مېدانونو ته لاړ شم، نو زۀ هغوئ وينم څوک چې په جنګ کښې په تُورو مړۀ شوى دى، او کۀ زۀ دننه د ښار کوڅو ته لاړ شم، نو زۀ هغه خلق ګورم چې د قحط په وجه مړۀ شوى دى. پېغمبران او اِمامان دواړه خپل کارونه جارى ساتى، خو هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“</verse>
				<verse number="19">اے مالِکه خُدايه، تا يهوداه بلکل رد کړے دے څۀ؟ آيا تۀ د صيون د خلقو نه نفرت کوې څۀ؟ ولې تا مونږ دومره سخت زخمى کړى يُو چې د رغېدو ټول اُميدونه مو ختم شُو څۀ؟ مونږ د خير اُميد لرلو خو مونږ ته خير مِلاو نۀ شو، مونږ د علاج په طمع وُو خو د شفا په ځائ په مونږ يره راغله.</verse>
				<verse number="20">اے مالِکه خُدايه، مونږ ستا خِلاف بدکارونه کړى دى، مونږ د خپلو بدو کارونو او د خپل پلار نيکۀ د بدو کارونو اِقرار کوُو.</verse>
				<verse number="21">د خپل نوم د خاطره دې مونږ مۀ پرېږده، او خپل جلالى تخت دې مۀ سپکوه. خپل لوظ دې راپه ياد کړه کوم چې تا مونږ سره کړے دے او هغه مۀ ماتوه.</verse>
				<verse number="22">آيا د نورو قومونو د بُتانو فضول معبودان باران کولے شى څۀ؟ آيا آسمان په خپله باران ورولے شى څۀ؟ نه، بلکې دا تۀ يې، اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه. نو د دې دپاره زمونږ توکل په تا دے، ځکه چې تۀ هغه ذات يې څوک چې دا هر څۀ کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى.</verse>
				<verse number="2">او کۀ چرې هغوئ ستا نه تپوس وکړى چې مونږ چرته لاړ شُو؟ هغوئ ته ووايه، چې مالِک خُدائ داسې فرمائى، د کومو خلقو په نصيب کښې چې په وبا مړۀ کېدل دى هغوئ دې په وبا مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په جنګ کښې مړۀ کېدل دى هغوئ دې په جنګ مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په لوږه مړۀ کېدل دى هغوئ دې په لوږه مړۀ شى، او د چا په نصيب کښې چې جلاوطنى ده هغه دې جلاوطن کړے شى.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به څلور قسمه تباه کوونکى ورولېږم. تُوره د هغوئ د وژلو دپاره، سپى چې د هغوئ لاشونه راکاږى، ټپوسان چې هغوئ تېر کړى او ځنګلى ځناور چې هغوئ ختم کړى.</verse>
				<verse number="4">د يهوداه بادشاه منسى د حزقياه د زوئ په وجه چا چې بد کارونه په يروشلم کښې کړى وُو، زۀ به خپل خلق د دُنيا بادشاهانو دپاره د يرې يو مثال جوړ کړم.</verse>
				<verse number="5">اے يروشلمه څوک به په تاسو رحم وکړى؟ او څوک به په تاسو وير وکړى؟ ستاسو داسې همدرد نشته چې ستاسو تپوس له راشى.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو زۀ رد کړے يم، او بار بار مو ما ته شا کړې ده. نو اوس به زۀ خپل لاس ستاسو د بربادۍ دپاره دراوږد کړم، نو په تاسو زۀ نور رحم نۀ شم کولے.</verse>
				<verse number="7">زۀ به تاسو، ستاسو د ښارونو په دروازو کښې داسې د يو بل نه جدا کړم لکه څنګه چې غنم او بوس جدا کولے شى. او تاسو نه به ستاسو بچى واخلم کوم چې په تاسو ډېر ګران دى. زۀ به خپل قوم تباه کړم، ځکه چې هغوئ د خپلو خرابو طريقو پرېښودو نه اِنکار کړے دے.</verse>
				<verse number="8">ستاسو په مُلک کښې به کونډې د سمندر په غاړه د شګو نه هم ډيرې وى. په نيمه ورځ به زۀ د ځوانانو په ميندو باندې تباهى راولم. او ناګهانه به په دوئ پرېشانى او دهشت راولم.</verse>
				<verse number="9">د اوو بچو مور د غم نه بې‌هوشه پرته ده او ساه نۀ شى اخستلے، د هغې د بچو د ژوند رڼا ختمه شوه. هغه رسوا او شرمنده شوې ده. په هغوئ کښې چې څوک پاتې دى هغه به زۀ د دشمنانو په تُوره مړۀ کړم. دا د مالِک خُدائ وينا ده.“</verse>
				<verse number="10">نو ما بيا ووئيل چې، کاش چې زۀ د مور نه پېدا شوے هم نۀ وے. زۀ چې چرته هم ځم نو هلته خلق زما مخالف دى او جنګ راسره کوى. نۀ مې چا ته قرض ورکړے دے او نۀ مې د چا نه قرض اخستے دے، خو بيا هم دوئ ټول په ما لعنت وائى.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په يقين سره به زۀ ستا ښۀ مقصد دپاره خيال وساتم، يرمياه. او په يقين سره ستا دشمنان به ستا نه دا وغواړى چې تۀ د تکليف او مصيبت په وخت کښې د هغوئ دپاره ما ته سوال زارى وکړې.</verse>
				<verse number="12">آيا څوک هغه د اوسپنې او د پيتلو نه جوړ شوے سيخ ماتولے شى کوم چې د شمال د خوا نه راځى؟</verse>
				<verse number="13">زۀ به ستاسو مال دولت او خزانې مفتې دشمنانو ته د لوټ کولو دپاره حواله کړم، ځکه دا ستاسو د هغه ګناهونو په وجه چې تاسو په ټول مُلک کښې کړې دى.</verse>
				<verse number="14">زۀ به تاسو د دشمنانو په لاس يو داسې مُلک ته په غلامۍ ولېږم چې تاسو ته د هغې هيڅ پته نۀ وى. ځکه چې زما غصه د اور په شان رابله شوې ده او دا به د تل دپاره بليږى.“</verse>
				<verse number="15">بيا ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه، تا ته د هر څۀ پته ده، څۀ چې ما سره کيږى. نو راشه او زما مدد وکړه. زما د دشمنانو نه بدل واخله او هغوئ ته دومره صبر مۀ کوه چې زما د وژلو موقع ورته مِلاو شى. ګوره خو ما په خپل ځان دا ټوله بې‌عزتى ستا د خاطره تېره کړې ده.</verse>
				<verse number="16">اے مالِکه، ربُ الافواجه خُدايه، هرکله به چې ستا کلام په ما نازل شو، نو هغه ما وخوړلو، هغۀ ما ته او زما زړۀ ته خوشحالى راکړه، ځکه چې ما پورې ستا نوم تړلے شوے دے.</verse>
				<verse number="17">زۀ د هغه خلقو سره شامل نۀ شوم چې خندا او خوشحالى به يې کوله. زۀ ځان ته کښېناستم ځکه چې ستا لاس په ما وو. او د هغوئ د ګناهونو په وجه زما قهر راوچت شو.</verse>
				<verse number="18">زما درد ولې نۀ ختميږى؟ او زما زخمونه ولې لا علاجه دى او نۀ رغيږى؟ ستا مدد زما دپاره داسې نا باوره شو لکه موسمى لختى، لکه د هغه چينې په شان چې اوچه شوې وى.“</verse>
				<verse number="19">نو مالِک خُدائ په جواب کښې ما ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ واپس راشې، نو زۀ به تا له بيا خپل مقام درکړم چې تۀ زما خِدمت وکړې. کۀ تۀ د بې‌مطلبه خبرو په ځائ زما قيمتى کلام بيان کړې، نو تۀ به زما پېغمبر يې. دا خلق دې ضرور تا له راشى بلکې تۀ د هغوئ په شان مۀ جوړېږه.</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به تا د دې خلقو په وړاندې د پيتلو قوى دېوال جوړ کړم. هغوئ به ستا خِلاف جنګ کوى، خو هغوئ به تا له شکست نۀ شى درکولے، ځکه چې زۀ تا سره يم چې تا وساتم او خلاصون درکړم.</verse>
				<verse number="21">زۀ به تا د شريرانو د لاسونو نه وساتم، او د ظالمانو د زور او لاسونو نه به درله خلاصون درکړم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="2">”دلته وادۀ ونۀ کړې او نۀ زامن او لوڼه پېدا کړې.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، کوم ماشومان چې دلته پېدا کيږى او هم داسې د هغوئ مور، پلار</verse>
				<verse number="4">چې هغوئ به د سختو بيمارو نه مړۀ شى. او په هغوئ به هيڅ څوک ژړا ونۀ کړى او نۀ به يې ښخ کړى، او د هغوئ لاشونه به په زمکه لکه د سوټو په شان خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. او هغوئ به په جنګ او قحط مړۀ شى، او د هغوئ لاشونه به د ټپوسانو، او د ځنګلى ځناورو خوراک شى.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، هغه کور ته مۀ ورننوځه په کوم کښې چې د مړى ژړا وى، د هغوئ سره ماتم او همدردى مۀ کوه، ځکه چې ما د هغه خلقو نه خپل برکت، مينه او رحم اخوا کړے دے، دا د مالِک خُدائ وينا ده.</verse>
				<verse number="6">مالداره او غريبانان به دواړه په دې مُلک کښې مړۀ شى، هغوئ به نۀ ښخ کړے شى او نۀ به ورباندې ماتم وشى، د هغوئ دوستان به نۀ خپل ځانونه دردمند کړى او نۀ به د خفګان ښکاره کولو په وجه خپل سرونه د هغوئ دپاره ګنجى کړى.</verse>
				<verse number="7">هيڅوک به هغوئ ته د غمرازۍ روټۍ نۀ راوړى، تر دې چې د خپل مور او پلار دپاره به تعزيت نۀ کوى، او نۀ به ورته څوک د تسلۍ دپاره څښلو له څۀ ورکوى.</verse>
				<verse number="8">او هغه کور ته هم مۀ ورننوځه په کوم کور کښې چې د خوراک څښاک پروګرام وى او د هغوئ سره روټۍ ته مۀ کښېنه.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې دا مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ درته فرمائى، ستا په ژوند کښې او ستا د سترګو د وړاندې به زۀ په دې مُلک کښې د خندا او د خوشحالۍ آوازونه ختم کړم. نور به په کښې د ناوې او زلمى د خوشحالۍ آوازونه نۀ اورېدلے کيږى.</verse>
				<verse number="10">کله چې تۀ هغوئ ته دا هر څۀ ووائې نو هغوئ به درنه تپوس وکړى چې، مالِک خُدائ په مونږ دومره سخت افت ولې نازلوى؟ مونږ څۀ غلطى کړې ده؟ مونږ داسې کومه ګناه د مالِک خُدائ خلاف کړې ده؟</verse>
				<verse number="11">نو بيا هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى چې، ستاسو پلار نيکۀ زۀ هېر کړے وم، هغوئ زما په ځائ د نورو معبودانو عبادت او خِدمت وکړو. او هغوئ زۀ پرېښودم او زما د کلام تابعدارى يې ونۀ کړه.</verse>
				<verse number="12">خو تاسو د خپل پلار نيکۀ نه هم زيات بد سلوک وکړو. ګوره چې څنګه تاسو هر يو زما د پيروى په ځائ د خپلو سرکشه او بدکاره زړونو خواهشاتو ته غوږ ونيولو.</verse>
				<verse number="13">نو زۀ به تاسو د دې مُلک نه داسې مُلک ته وشړم چې نۀ يې تاسو ته څۀ پته شته او نۀ يې ستاسو پلار نيکۀ ته څۀ پته وه، نو هلته به تاسو شپه او ورځ د نورو معبودانو عبادت کوئ، ځکه چې زۀ به په تاسو نور رحم نۀ کوم.“</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”داسې وخت راروان دے چې خلق به داسې قسم نۀ خورى چې، د ژوندى خُدائ پاک په نوم مې دې قسم وى چا چې بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل.</verse>
				<verse number="15">خو هغوئ به داسې قسم خورى چې، د ژوندى خُدائ پاک په نوم مې دې قسم وى چا چې بنى اِسرائيل د شمال او د هغه ټولو مُلکونو نه راوويستل کومو ته چې هغۀ شړلى وُو. ځکه چې زۀ به هغوئ دوباره هغه مُلک ته واپس راولم کوم چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو.“</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”بلکې زۀ به اوس ډېر ماهيګر درولېږم چې هغوئ به دوئ راونيسى. او د دې نه وروستو به زۀ ډېر ښکاريان درولېږم او دوئ به هغوئ په هر يو غر، غونډۍ او د ګټانو د غارونو نه ښکار کړى.</verse>
				<verse number="17">د هغوئ ټول عملونه زما د سترګو د وړاندې دى او زۀ يې وينم، هغه زما نه پټ نۀ دى، او تر دې چې د هغوئ ګناهونه هم زما د سترګو نه پټ پناه نۀ دى.</verse>
				<verse number="18">زۀ به هغوئ له د خپلو ګناهونو او حرامو کارونو بدله يو په دوه ورکړم، ځکه چې هغوئ د بې‌ساه شکلونو او نفرت آميزه بُتانو په وجه زما موروثى مُلک پليت کړے دے.“</verse>
				<verse number="19">اے مالِکه خُدايه، تۀ زما طاقت او زما قلعه يې، د مصيبت په وخت کښې زما پناه ګاه يې. د دُنيا د آخر سر نه به قومونه تا ته راشى او وائى به چې، ”زمونږ پلار نيکۀ سره هيڅ نۀ وو بلکې دروغژن معبودان، هغه بې‌کاره بُتان چې دوئ ته هيڅ قسمه ښېګړه نۀ شى ورکولے.</verse>
				<verse number="20">خلق خو ځان له خپل خُدايان په خپله جوړوى، خو په حقيقت کښې هغه صحيح خُدايان نۀ وى.“</verse>
				<verse number="21">”نو په دې وجه به زۀ هغوئ ته په دې وخت کښې د خپل زور او طاقت په حقله تعليم ورکړم. نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې زما نوم مالِک خُدائ دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يهوداه د خلقو ګناه د اوسپنې په قلم چې نوکه يې د هيرې ده، ستاسو د کاڼو نه په سختو زړُونو نقش شوې ده او ستاسو د قربان‌ګاه په ګوټونو ليکلې شوې ده.</verse>
				<verse number="2">نۀ صرف تاسو بلکې ستاسو بچى هم خپلې قربان‌ګاه او د اشيرې بُت شکلونه همېشه رايادوى کۀ د شنې ونې په خوا کښې وى او کۀ په اوچته غونډۍ وى.</verse>
				<verse number="3">نو زۀ به په دې مُلک کښې خپل مقدس غر سره ستاسو د ټول مال دولت او ستاسو علاقائى عبادتخانې نورو خلقو ته د غنيمت په توګه حواله کړم، دا ستاسو د ګناهونو بدل دے کوم چې تاسو په خپل ټول مُلک کښې کړې دى.</verse>
				<verse number="4">ستاسو د خپلې ګناه په وجه به هغه مُلک ستاسو د لاس نه ووځى کوم چې ما تاسو ته په ميراث کښې درکړے دے. زۀ به تاسو په هغه مُلکونو کښې چې تاسو يې نۀ پېژنئ دشمنانو ته د غلام په شکل حواله کړم. ځکه چې تاسو زما د غصې اور بل کړے دے او هغه به تل بليږى.“</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”لعنت دې په هغه چا وى چې د هغۀ زړۀ د مالِک خُدائ نه اوړېدلے وى او په فانى انسان توکل او د هغۀ په زور بهروسه کوى.</verse>
				<verse number="6">هغه د بيابان د هغه بوټى په شان دے، کۀ څۀ هم چې خير وى خو هغوئ ته به مِلاو نۀ شى. ځکه چې هغه به د بيابان په خشکه او مالګينه زمکه کښې شوے وى، چرته چې نور څۀ نۀ کيږى.</verse>
				<verse number="7">خو بختور دى هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ يقين لرى، او په مالِک خُدائ يې توکل کړے وى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ د هغه ونو په شان دى چې د لختى په غاړه کَرلے شوې وى او جرړې يې اوبو ته رسېدلې وى. نو کله چې د ګرمۍ موسم راشى نو يره يې نۀ وى، د هغوئ پاڼې هر وخت شنې وى. او په خُشک سالۍ کښې يې څۀ پرېشانى نۀ وى، نو کله هم بې‌مېوې نۀ پاتې کيږى.“</verse>
				<verse number="9">د انسان زړۀ د هر څۀ نه زيات دوکه مار وى، او د شرارت نه ډک وى. څوک پرې هم نۀ پوهيږى.</verse>
				<verse number="10">”زۀ مالِک خُدائ د انسان د زړۀ لټون کوم او د هغۀ پټ سوچونه آزمائيم، زۀ هر چا ته اجر د هغۀ د عمل په مطابق ورکوم.“</verse>
				<verse number="11">هغه څوک چې په ناجائزه طريقې سره مال دولت راجمع کړى هغه د هغه تيتر په شان وى چې پردۍ هګۍ وشاربى کومې چې هغې اچولې نۀ وى، نو وروستو به د هغۀ نه ټول مال دولت لاړ شى، کله چې د هغۀ عمر نيم تېر شى نو د هغۀ مال دولت به د هغۀ نه والوځى او په آخر کښې به دے خپل ځان کم عقل ثابت کړى.</verse>
				<verse number="12">خو هغه جلالى تخت چې د ازل نه اوچت دے، هغه زمونږ د خُدائ پاک مقدس کور دے.</verse>
				<verse number="13">اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو اُميده، هر څوک چې تا نه مخ واړوى هغوئ ټول به ټيټ سترګې او شرمنده شى. هغوئ چا چې تا نه مخ اړولے دے په دوړو د ليکلو په شان دى، دوئ به زر ختم شى ځکه چې هغوئ د هغه مالِک خُدائ نه مخ اړولے دے څوک چې د ژوندون د اوبو چينه ده.</verse>
				<verse number="14">اے مالِکه خُدايه، کۀ چرې تۀ ما له شفا راکړې نو زۀ به بلکل روغ رمټ شم، کۀ چرې تۀ ما له خلاصون راکړې نو زۀ به بچ شم، ځکه چې زۀ صرف ستا ثناء صِفت کوم.</verse>
				<verse number="15">هغوئ ما ته بار بار دا وائى چې، د مالِک خُدائ هغه کارونه څۀ شول د چا د پوره کېدلو په حقله چې هغۀ پېشګوئې کړې وه؟ نو اوس دې هغه پوره کړى.</verse>
				<verse number="16">اے مالِکه خُدايه، زۀ د هغه کار نه نۀ يم تښتېدلے د کوم دپاره چې تاسو زۀ د خپل قوم دپاره د شپونکى په حيثيت مقرر کړے يم. تاسو ته پته ده چې ما په هغوئ د افت د ورځې د راتلو خواهش نۀ دے کړے. زما د شونډو نه چې څۀ هم وتلى دى هغه ستا په وړاندې څرګند دى.</verse>
				<verse number="17">مالِکه خُدايه، ما مۀ يروه، د افت په ورځ صرف تۀ زما اُميد يې.</verse>
				<verse number="18">زما دشمنان دې وشرميږى خو ما مۀ شرموه، په هغوئ يره راوله خو ما مۀ يروه. په هغوئ د افت ورځې راوله، او هغوئ په دوه چنده تباه کړه.</verse>
				<verse number="19">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”يرمياه، لاړ شه او د عوامى دروازې په خولۀ کښې ودرېږه په کومه چې د يهوداه بادشاهان ځى راځى او هم داسې د يروشلم په نورو دروازو کښې ودرېږه.</verse>
				<verse number="20">هغوئ ته ووايه، د مالِک خُدائ پېغام واورئ. اے د يهوداه بادشاهانو او د يهوداه ټولو خلقو او د يروشلم اوسېدونکو او هغوئ ټولو ته چې په دې دروازې ځى راځى.</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ فرمائى چې، خبردار چې د سبت په ورځ په خپل سر پنډ مۀ اوچتوئ او د يروشلم په دروازو پنډ سره مۀ ننوځئ.</verse>
				<verse number="22">او تر دې چې په خپلو کورونو کښې هم د سبت په ورځ هيڅ قسمه کار مۀ کوئ او مۀ څۀ بار اوچتوئ. خو د سبت ورځ مقدسه وساتئ لکه څنګه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته حکم کړے وو.</verse>
				<verse number="23">خو هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې ما ته توجو راکړه او نۀ يې زما پيروى وکړه. خو هغوئ سرکشه وُو او اصلاح کولو ته يې جواب ورنۀ کړو.</verse>
				<verse number="24">خو مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې تاسو زما خبره ومنئ او د سبت په ورځ په دې دروازو د تجارت دپاره څۀ داخل نۀ کړئ او نۀ څۀ کار وکړئ، او هغه مقدسه وساتئ،</verse>
				<verse number="25">نو بيا به هغه بادشاهان څوک چې د داؤد په تخت ناست دى نو هغوئ به د خپلو آفسرانو سره د دې ښار په دروازو ځى راځى. او هغوئ او د هغوئ آفسران به په آسونو او ګاډو سوارۀ راشى، او د يهوداه خلق به ورسره وى او هغوئ څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى، او دا ښار به د تل دپاره آباد وى.</verse>
				<verse number="26">د يهوداه د ښارونو او د يروشلم د ګېرچاپېره کلو نه به خلق راشى، هغوئ به د بنيامين د علاقې، د مغربى غونډو د لمنو نه، او د نجب او د غريزې علاقې نه به د خپلو سوزېدونکو نذرانو او قربانو سره راشى. هغوئ به د خپلو غلو دانو او خوشبوئى د شکرانې نذرانې سره د مالِک خُدائ کور ته راشى.</verse>
				<verse number="27">خو کۀ تاسو زما خبره ونۀ منئ او د سبت ورځ مقدسه ونۀ ساتئ، او لکه د نورو ورځو په شان د سبت په ورځ د سودا پنډونه د يروشلم دروازو ته راؤړئ، نو بيا به زۀ په دې دروازو اور بل کړم. او دا اور به د يروشلم محلونه وسوزوى. او د دې اور لمبې به هيڅوک مړې کولے نۀ شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ما يرمياه له پېغام راکړو،</verse>
				<verse number="2">”لاندې د کُلال کور ته لاړ شه، نو هلته به زۀ تا له خپل پېغام درکړم.“</verse>
				<verse number="3">نو زۀ هلته د کُلال کور ته لاړم او ما هغه وليدو چې په خپله څرخه يې کار کولو.</verse>
				<verse number="4">خو چې کوم لوښے به هغۀ د خټې نه جوړولو نو هغه به په لاس کښې هغه شان نۀ راتلو کوم به چې د هغۀ اُميد وو نو بيا به يې هغه خراب کړو او بل څيز به يې ترې نه جوړول شروع کړل کوم به چې هغۀ ته ښۀ ښکارېدو.</verse>
				<verse number="5">بيا مالِک خُدائ ما له دا پېغام راکړو چې،</verse>
				<verse number="6">”اے بنى اِسرائيلو، نو زۀ دا نۀ شم کولے چې تاسو سره هغه کار وکړم کوم به چې کُلال د خټې سره کولو؟ لکه څنګه چې خټه د کُلال په لاس کښې وه، داسې تاسو زما په لاس کښې يئ. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.</verse>
				<verse number="7">هرکله کۀ چرې زۀ وغواړم چې يو قوم يا بادشاهت د بېخ نه ختم کړم، يا هغه راوغورزوم او تباه يې کړم،</verse>
				<verse number="8">او کۀ چرې هغه قوم کوم ته چې ما خبردارے ورکړے وى، د خپلو بدو عملونو نه راوګرځى، نو بيا به زۀ نرمۍ نه کار واخلم او د خپلې ارادې نه به واپس شم او په هغوئ به هغه افت نۀ راولم.</verse>
				<verse number="9">او کۀ بل وخت کښې زۀ چرې دا ووايم چې زۀ به دا قوم يا يو بادشاهت آباد او قائم کړم،</verse>
				<verse number="10">خو کۀ بيا هغه مُلک زما په وړاندې شرارت کوى او زما تابعدارى ونۀ کړى نو زۀ به د هغه ښۀ کولو اراده پرېږدم د کوم چې ما د هغوئ دپاره اراده کړې وه.</verse>
				<verse number="11">نو اوس زما د طرفه د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى چې ګورئ، زۀ په تاسو د افت راوستلو تيارے کوم او ستاسو خلاف منصوبه جوړوم. نو هر يو دې د خپلو بدو طريقو نه راواوړى، او هغه څۀ دې کوى کوم چې ښۀ وى.</verse>
				<verse number="12">خو هغوئ په جواب کښې ووئيل چې، خپله خولۀ دې په مونږ مۀ خرابوه، مونږ چې په کومو طريقو اوسېدل غواړُو هغه شان به اوسيږو، په سرکشۍ سره به د خپل زړۀ بد خواهشونه پوره کوُو.“</verse>
				<verse number="13">”نو په دې وجه مالِک خُدائ فرمائى چې، د نورو قومونو د خلقو نه دا تپوس وکړه چې کله هم هغوئ د داسې کار په حقله اورېدلى دى. بنى اِسرائيل دې د پاکې پېغلې په شان وى، خو هغې ډېر بد کار وکړو.</verse>
				<verse number="14">آيا د لبنان د غرونو د څوکو نه کله هم واوره ويلې شوې او ختمه شوې ده څۀ؟ آيا د هغوئ د غريزه او لرې چينو يخې اوبۀ بهېدل کله ختم شوى دى څۀ؟</verse>
				<verse number="15">بلکې زما خلقو زۀ هېر کړے يم، او هغوئ بې‌کاره بُتانو ته خوشبويۍ وسوزولې، بُتان کوم چې د هغوئ د تيندک باعث شُو او دوئ يې د پخوانو ښو لويو لارو نه جدا کړل او په کچه لارو باندې روان شول.</verse>
				<verse number="16">نو په دې وجه به د هغوئ مُلک په بيابان بدل کړے شى او نورو ته به د خندا ذريعه وګرځى. څوک هم چې په دې لاره تېريږى نو هغوئ به حق حيران شى او د يهوداه په حالت به يې د يرې نه وېښتۀ نيغ ودريږى.</verse>
				<verse number="17">نو زۀ به لکه د نمرخاتۀ د باد په شان هغوئ د دشمنانو په وړاندې خوارۀ وارۀ کړم. او د هغوئ د مصيبت په ورځ به زۀ خپل مخ د هغوئ نه واړوم او د هغوئ فريادونه به نۀ اورم.“</verse>
				<verse number="18">نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“</verse>
				<verse number="19">نو بيا ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه، ما ته غوږ ونيسه او زما دشمنان چې زما خلاف څۀ وائى په هغې غور وکړه.</verse>
				<verse number="20">ولې هغوئ د ښو بدله په بدو سره ورکوى څۀ؟ اوس خو هغوئ زما د وژلو دپاره کنده کنستلې ده. هغه وخت راياد کړه چې زۀ به ستا په حضور کښې ودرېدم او د هغوئ سفارش به مې تاسو ته کولو چې په هغوئ باندې خپل قهر او غضب مۀ نازلوه.</verse>
				<verse number="21">خو اے مالِکه خُدايه، اوس پرېږده چې د هغوئ بچى د لوږې نه مړۀ شى، پرېږده چې هغوئ په تُوره قتل کړے شى. د هغوئ ښځې دې بورې او کونډې شى، پرېږده چې د هغوئ بوډاګان سړى په وبا مړۀ شى، پرېږده چې د هغوئ ځوانان په جنګ مړۀ شى.</verse>
				<verse number="22">پرېږده چې ناګهانه په هغوئ جنګى سپاهيان ورننوځى، او د هغوئ د کورونو نه دې چغې او سورې واورېدلے شى. ځکه چې هغوئ زما دپاره کنده کنستلې ده او پټ دام يې راته خور کړے دے.</verse>
				<verse number="23">خو اے مالِکه خُدايه، تۀ د هغوئ په ټولو منصوبو باندې پوهه يې چې زما د وژلو دپاره يې تيارې کړې دى. تۀ د هغوئ جرم مۀ معاف کوه او مۀ د هغوئ ګناه د خپلو سترګو نه اخوا کوه. پرېږده چې هغوئ ستا په وړاندې راوغورزيږى، او په خپل قهر او غضب کښې هغوئ له سزا ورکړه.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د کُلال نه يو د خټو منګے په بيعه واخله. او ځان سره د خلقو يو څو مشران او لوئ اِمامان بوځه.</verse>
				<verse number="2">او د بنى‌هنوم وادۍ ته لاړ شه، او د کُلالانو د ماتو لوښو دروازې ته مخامخ هلته هغه پېغام خلقو ته بيان کړه کوم چې زۀ تا له درکوم.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغوئ ته داسې ووايه، اے د يهوداه بادشاهانو او د يروشلم خلقو، مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به په دې ځائ دومره سخت افت راولم، او چې څوک يې هم واورى نو د هغۀ غوږونه به وبوګنيږى.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې زۀ هغوئ پرېښے يم او دا ځائ يې غېرو معبودانو ته حواله کړو، او په دې ځائ کښې هغوئ هغه معبودانو ته داسې قربانۍ پېش کړې چې هغه نۀ دوئ په خپله او نۀ د دوئ پلار نيکۀ او نۀ د يهوداه بادشاهانو پخوا کړى وى. هغوئ دا زمکه د بې‌ګناه خلقو په وينو تويولو سره ډکه او رنګ کړه.</verse>
				<verse number="5">او هغوئ د بعل بُت دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې دى چې خپل بچى هلته په کښې د سوزېدونکى قربانۍ په توګه بعل بُت ته پېش کړى. د داسې کار ما نۀ هغوئ ته حکم ورکړے دے او نۀ مې په خيال خاطر کښې راغلى دى،</verse>
				<verse number="6">نو مالِک خُدائ فرمائى چې خبردار، هغه وخت راروان دے چې خلق به نور دې ځائ ته د ”توفت“ يا بنى‌هنوم وادى ونۀ وائى، بلکې دا به ”د قتل و غارت د وادۍ“ په نوم مشهوره شى.</verse>
				<verse number="7">په دې ځائ کښې به زۀ د يهوداه او د يروشلم د خلقو ټولې منصوبې تباه کړم. زۀ به هغوئ د هغه دشمن په لاس ووژنم، څوک چې د دوئ وينو ته تږى ناست دى، او زۀ به د دوئ لاشونه د هوا د مارغانو او د ځنګلى ځناورو خوراک کړم.</verse>
				<verse number="8">زۀ به يروشلم تباه کړم، او د خلقو د خندا به يې کړم. څوک هم چې په دې لار تېريږى نو د هغوئ په تباهۍ به حق حېران شى.</verse>
				<verse number="9">زۀ به د هغوئ دشمنان څوک چې د هغوئ د وينو تږى دى راپاڅوم چې د دوئ ښار نه ګېره واچوى او دوئ ته غټ تکليف ورسوى. او دا ګېره به دومره سخته وى چې دوئ به د خپلو ماشومانو او ګاونډيانو په خوړلو شروع وکړى.</verse>
				<verse number="10">بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې هغه کسان چې تا خپل ځان سره بوتلى دى د هغوئ په وړاندې دا منګے چې تا سره دے مات کړه.</verse>
				<verse number="11">او هغوئ ته ووايه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائيلى دى، زۀ به د دې منګى په شان دا قوم او دا ښار ټوټې ټوټې کړم چې د بيا جوړېدو امکان به يې نۀ وى. په هغه وخت کښې به هغوئ خپل مړى په توفت کښې ښخوى، تر هغې پورې چې د ښخولو نور ځائ پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به دې ښار او د دې د اوسېدونکو سره هم دغه رنګ وکړم. او د دوئ سره به د توفت په شان پليت سلوک وکړم.</verse>
				<verse number="13">زۀ به د يروشلم ټول کورونه، د يهوداه د بادشاهانو شاهى محلونه لکه د توفت په شان پليت وګرځوم، چا چې د خپلو کورونو په چتونو ستورو ته قربانۍ پېش کړې دى، او د څښلو نذرانې يې نورو بُتانو ته پېش کړې دى.“</verse>
				<verse number="14">نو بيا يرمياه د توفت نه راواپس شو، کوم ځائ ته چې مالِک خُدائ هغه د پېغام ورکولو دپاره لېږلے وو. نو بيا هغه د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېدو او ټولو خلقو ته يې وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="15">”مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به په دې ښار او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو هغه ټول افتونه راولم چې د کومو ما وړاندې ذکر کړے دے، ځکه چې تاسو په سرکشۍ سره زما خبرو اورېدلو ته تيار نۀ يئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">کله چې فشحور د اِمير زوئ څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې مشر اِمام وو، هغه څۀ واورېدل د څۀ چې يرمياه پېشګوئې کوله،</verse>
				<verse number="2">نو هغۀ يرمياه نبى راګېر کړلو او په کوړو يې ووهلو او بيا يې هغه پاس د مالِک خُدائ په کور کښې د بنيامين په دروازه کښې د لرګى په کُنده کښې بند کړلو.</verse>
				<verse number="3">په بله ورځ کله چې فشحور هغه د کُندې نه آزاد کړو، يرمياه هغۀ ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ستا نوے نوم اېښے دے او د نن نه پس به ستا نوم فشحور نۀ وى بلکې په هر اړخ باندې دهشت.</verse>
				<verse number="4">ځکه مالِک خُدائ په خپله دا فرمائى چې، زۀ به په تا او ستا په دوستانو باندې دهشت راولم، او تۀ به په خپلو سترګو سره د هغوئ وژل د دشمنانو د لاسه ووينې. زۀ به د يهوداه ټول خلق د بابل بادشاه ته حواله کړم، څوک چې به د هغوئ نه ځينې بابل ته قېديان بوځى او ځينې به په تُوره قتل کړى.</verse>
				<verse number="5">زۀ به د دې ښار ټول مال دولت او د هغوئ ټول قيمتى سامانونه او د يهوداه بادشاه خزانې د هغوئ دشمنانو ته حواله کړم. هغوئ به دا لوټ کړى او بابل ته به يې يوسى.</verse>
				<verse number="6">ترڅو چې ستا خبره ده فشحوره، تۀ او ستا مکمل خاندان به هم ونيولے شى او بابل ته به بوتلے شى. هلته به تاسو او ستا هغه ټول دوستان مړۀ او ښخ شى چا ته به چې تا په دروغو پېشګوئې کوله چې هيڅ پرواه مۀ کوئ خير به شى.“</verse>
				<verse number="7">اے مالِکه خُدايه، تا زۀ دوکه کړم، او زۀ دوکه شوم. تاسو زورَور يئ او زۀ دې مغلوب کړم. زۀ اوس ټوله ورځ د مسخرو شوم، او هر څوک ما پورې ټوقې او خندا کوى.</verse>
				<verse number="8">کله چې هم زۀ خپله خولۀ خلاصوم، نو بيا ضرور زۀ د ظلم او تباهۍ په حقله چغې سورې وهم. ځکه چې زۀ د مالِک خُدائ د کلام په وجه ټوله ورځ کنځل او بدې ردې تېروم او سپکولے شم.</verse>
				<verse number="9">خو چې کله زۀ ووايم چې، ”زۀ به د مالِک خُدائ په حقله خبرې نۀ کوم او نۀ به نور د هغۀ پېغام چا ته رسوم،“ نو بيا د هغۀ کلام زما په زړۀ کښې لکه د اور په شان بليږى او هغه اور زما هډوکو ته رسيږى. زۀ په ځان کښې د هغۀ د ايسارولو د کوشش په وجه ډېر ستړے شوے يم او زۀ هغه نۀ شم ايسارولے.</verse>
				<verse number="10">ما د خپل ځان په حقله د ډېرو خلقو ګونګوسى اورېدلى دى. هغوئ وائى چې، ”هرې خوا ته دهشت دے بس دهشت. راځئ چې د هغۀ اِطلاع ورکړُو. راځئ چې د هغۀ په حقله اِطلاع ورکړُو.“ زما نزدې دوستان هم زما د غورزېدلو په انتظار دى، او هغوئ وائى چې، ”شايد چې هغه دوکه شى، نو بيا به يې راګېر کړُو او د هغۀ نه به خپله بدله واخلو.“</verse>
				<verse number="11">بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بې‌عزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.</verse>
				<verse number="12">خو اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تاسو په خپله صادق سړے وينئ، او تاسو په خپله د انسان د زړۀ او دماغ ژور سوچونه او رازونه آزمايئ. ما خپل خواست تا ته پېش کړے دے نو په دې وجه تاسو زما بدله اخستل ما ته وښايئ.</verse>
				<verse number="13">د مالِک خُدائ حمد ووايئ. د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړئ. هغه غريبانان د شريرانو د لاس نه بچ کوى.</verse>
				<verse number="14">په هغه ورځ دې لعنت وى په کومه چې زۀ پېدا شوے وم. او هغه ورځ دې مبارکه نۀ وى په کومه ورځ چې زۀ د مور نه پېدا شوم.</verse>
				<verse number="15">په هغه کس دې لعنت وى چا چې زما د پلار د خوشحالولو دپاره دا زېرے راوړے وو چې، ”ستا زوئ پېدا شوے دے.“</verse>
				<verse number="16">هغه سړے دې د هغه ښارونو په شان شى کوم چې مالِک خُدائ په بې‌رحمۍ سره تباه کړى وُو. هغه دې په سحر کښې د يرې چغې واورى او په غرمه کښې دې د جنګ شور واورى،</verse>
				<verse number="17">ځکه چې زۀ هغۀ د پېدا کېدو نه وړاندې د مور په ګېډه کښې مړ نۀ کړم، ترڅو چې د هغې ګېډه زما قبر جوړ شوے وے.</verse>
				<verse number="18">زۀ د مور د خېټې نه ولې دُنيا ته راغلم؟ د دې دپاره پېدا شوم چې په دُنيا کښې تکليفونه او کړاونه وګورم، او چې زما ژوند په بې‌عزتۍ کښې ختم شى؟</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">هغه پېغام چې د مالِک خُدائ له خوا نه يرمياه ته ورکړے شو کله چې د يهوداه بادشاه صدقياه د مُلکياه زوئ فشحور او د معسياه زوئ صفنياه اِمام يرمياه ته د دې عرض سره ورولېږل چې،</verse>
				<verse number="2">”زمونږ دپاره د مالِک خُدائ نه تپوس وکړه ځکه چې د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ لښکر په مونږ حمله کوى، نو کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ دپاره د وړاندې په شان معجزه وکړى او نبوکدنضر د دې ځائ نه په وتو مجبور کړى.“</verse>
				<verse number="3">بيا يرمياه جواب ورکړو، ”تاسو صدقياه بادشاه ته واپس لاړ شئ او ورته ووايئ چې،</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائى چې، زۀ به ستاسو د جنګ وسله کومه چې ستاسو په لاس کښې ده بې‌کاره کړم او ستاسو خلاف به يې استعمال کړم، کومه چې تاسو د جنګ دپاره د بابل د بادشاه او د بابل د خلقو خلاف به استعمالوئ څوک چې د دېوال نه اخوا دى او په تاسو حمله کوى. نو په حقيقت کښې به زۀ ستاسو دشمنان د دې ښار زړۀ ته راولم.</verse>
				<verse number="5">زۀ به په خپله خپل زورَور لاس دراوږد کړم او ستاسو خِلاف به په غصې، قهر، او لوئ غضب سره جنګ وکړم.</verse>
				<verse number="6">زۀ به په دې ښار سخته وبا رانازله کړم، زۀ به انسانان او ځناور دواړه مړۀ کړم.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ فرمائى چې د دې نه وروستو به زۀ صدقياه بادشاه او د هغۀ ټول آفسران او د هغۀ نور خلق کوم چې دې ښار کښې اوسيږى او د وبا، جنګ، او قحط نه ژوندى پاتې شوى وى زۀ به هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته او د هغوئ دشمن ته حواله کړم څوک چې د هغوئ ژوند ختمولو پسې ګرځى. هغه به هغوئ په تُوره په بې‌دردۍ سره مړۀ کړى، او په دوئ باندې به هيڅ قسمه رحم، مينه او نۀ به پرې څۀ زړۀ سواندے ښکاره کړى.“</verse>
				<verse number="8">بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې دې خلقو ته ووايه چې، ”زۀ، مالِک خُدائ ستاسو په وړاندې دوه لارې پېش کوم چې يوه د ژوند او بله د مرګ لاره ده.</verse>
				<verse number="9">هر څوک هم چې په دې ښار کښې پاتې شى نو هغه به په جنګ، قحط او يا د وبا په وجه مړۀ شى. خو هر څوک چې بهر ووځى او خپل ځان بابليانو ته حواله کړى چا چې ښار محاصره کړے دے هغوئ به ژوندى پاتې شى، او هغوئ ته به د ژوندون غنيمت ورکړے شى.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ فرمائى چې، ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دا ښار بچ نۀ کړم او افتونه به پرې نازل کړم، نه چې آبادى. دا به د بابل بادشاه ته حواله کړم او هغه به دا ښار په اور تباه کړى.“</verse>
				<verse number="11">‏ ”د يهوداه شاهى خاندان ته ووايه، د مالِک خُدائ پېغام واورئ،</verse>
				<verse number="12">اے د داؤد خاندانه، مالِک خُدائ تاسو ته داسې فرمائى، هر سحر د خلقو اِنصاف کوئ د چا نه چې غلا شوې وى او هغوئ ته د ظالمانو د لاس نه خلاصون ورکوئ، ګنې زما غضب به رانازل شى او هر څۀ به لکه د اور په شان وسوزوى او دا به ستاسو د هغه شرارت په وجه داسې بليږى چې هيڅ څوک به يې نۀ شى مړ کولے.</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ فرمائى، اے يروشلمه، زۀ به په ذاتى توګه ستاسو خلاف جنګ کوم، تاسو څوک چې په دې وادۍ بره اوسېږئ او په اوچت ګټ پراتۀ يئ، تاسو څوک چې په ډېر فخر سره وايئ، دلته څوک زمونږ خلاف راتلے شى څۀ؟ او زمونږ پناه ګاه ته څوک راننوتلے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو د عمل په مطابق چې د څومره سزا قابل يئ هومره درکړم. زۀ به ستا د قلعه ګانو د لرګو په ستنو اور بل کړم او د هغې نه ګېرچاپېره چې هر څۀ وى هغه به وسوزوم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”تۀ د يهوداه د بادشاه محل ته ښکته لاړ شه او هلته دا پېغام بيان کړه،</verse>
				<verse number="2">اے د يهوداه بادشاه، د مالِک خُدائ پېغام واوره، تاسو څوک چې د داؤد په تخت ناست يئ، تۀ، او ستا آفسران او ستا قوم څوک چې په دې دروازه تګ راتګ کوئ.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، اِنصاف او صداقت قائم کړئ. څوک چې لوټ شوے وى هغه د ظالم د لاس نه آزاد کړئ. په مسافرو، يتيمانو او کونډو ظلم او زياتے مۀ کوئ او بې‌ګناه وينه په دې ځائ کښې مۀ توئيوئ.</verse>
				<verse number="4">کۀ چرې تاسو په احتياط سره زما په حکمونو عمل وکړئ، نو بيا هغه بادشاه څوک چې په يروشلم کښې د داؤد د اولاد نه د داؤد په تخت ناست دے د هغۀ بادشاهى او د هغۀ اولاد به قائم وى او هغه به د خپلو آفسرانو او د هغه خلقو سره چې په ګاډو او آسونو باندې سوارۀ دى د دې محل په دروازو راداخل شى.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ فرمائى چې، کۀ چرې تاسو په دې حکمونو عمل ونۀ کړئ، قسم دې زما په خپل ذات وى چې دا محل به د خاورو ډېرے کړم.</verse>
				<verse number="6">نو بيا مالِک خُدائ د يهوداه د بادشاه د محل په حقله داسې فرمائى، کۀ څۀ هم چې د يهوداه محل زما دپاره د جِلعاد په شان مېوه لرونکے او د لبنان د غرونو په شان شين او ښکلے دے، خو زۀ به په يقين سره دا په دشته بدل کړم لکه د هغه ښارونو په شان چې څوک په کښې نۀ اوسيږى.</verse>
				<verse number="7">زۀ به ستا د بربادۍ دپاره وسله بند جنګى لښکر درولېږم او هغوئ به ستا ستنې چې د دِيار د ښائسته ونو نه تيارې شوې دى راوباسى او په اور کښې به يې وغورزوى.</verse>
				<verse number="8">نو کله چې د ډېرو قومونو خلق په دې ښار باندې تېريږى نو بيا به د يو بل نه دا تپوس کوى چې، مالِک خُدائ ولې د دې لوئ ښار سره داسې سلوک وکړو؟</verse>
				<verse number="9">نو هغوئ ته به جواب ورکړے شى چې، د دې ښار سره داسې سلوک ځکه وشو چې هغوئ د خپل خُدائ پاک سره لوظ مات کړو او د نورو معبودانو عبادت او خِدمت يې وکړو.“</verse>
				<verse number="10">اے د يهوداه خلقو، د مړ شوى بادشاه يوسياه په حقله ژړا مۀ کوئ، او د هغۀ په مرګ ماتم مۀ کوئ. خو د دې په ځائ ډېره سخته ژړا د هغۀ د زوئ سلوم بادشاه په حقله وکړئ، څوک چې د مُلک نه شړلے شوے دے ځکه چې هغه به بيا کله هم واپس رانۀ شى، او نۀ به خپل ذاتى مُلک دوباره وګورى.</verse>
				<verse number="11">نو بيا مالِک خُدائ د يوسياه د زوئ سلوم په حقله فرمائى، څوک چې د پلار نه پس د يهوداه بادشاه جوړ شوے وو، ”هغه د دې ځائ نه لاړو او هغه به هيڅکله نۀ راواپس کيږى.</verse>
				<verse number="12">هغه به په هغه ځائ کښې مړ شى چرته چې هغوئ قېدى بوتلے دے او هغه به دا مُلک بيا دوباره هيڅکله ونۀ ګورى.“</verse>
				<verse number="13">”افسوس دے په يهويقيم څوک چې په ناجائزه او په زور سره په مزدورانو باندې خپل محل جوړوى، څوک چې په بې‌اِنصافۍ سره د هغې دېوالونه خېژوى، ځکه چې هغه په خپلو خلقو بغېر پېسو کار کوى. هغه هغوئ ته مزدورى هم نۀ ورکوى.</verse>
				<verse number="14">هغه وائى چې، زۀ به د خپل ځان دپاره يو لوئ محل جوړ کړم چې په کښې بره لوئې کوټې او ډيرې اوچتې کړکۍ وى او د لرګى کار به يې په خوشبودار دِيار سره وکړم او تک سور رنګ به ورکړم.</verse>
				<verse number="15">خو د دِيار نه د ښائسته محلونو جوړول څوک لوئ بادشاه نۀ جوړوى. بې‌شکه ستا پلار، يوسياه، سره خو د خوړلو او څښلو دپاره هر څۀ ډېر تېر وُو، خو سره د دې هغه په خپله هره معامله کښې صادق او اِنصاف کوونکے وو، نو ځکه مالِک خُدائ ورله برکت ورکړو.</verse>
				<verse number="16">هغۀ به غريبانانو او محتاجو له امداد او اِنصاف ورکولو، د دې په بدل کښې ورته برکت مِلاو شو. نو د دې ښکاره مطلب دا دے، څوک چې داسې کوى نو هغه ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="17">خو ستاسو سترګې او زړۀ صرف د ناروا پېسو ګټلو طرف ته متوجه شوى دى، د بې‌ګناه خلقو وينه توئيوئ او دلته په هغوئ باندې ظلم او زياتے کوئ.“</verse>
				<verse number="18">نو مالِک خُدائ د يهوداه بادشاه، د يوسياه د زوئ يهويقيم په حقله فرمائى، ”خلق به ستا په مرګ ماتم نۀ کوى تر دې چې ستا په کور کښې به هيڅ څوک هم د غم او افسوس اظهار نۀ کوى او نۀ به څوک ووائى چې افسوس دے، اے مالِکه. افسوس ستا شان شوکت لاړو ختم شو.</verse>
				<verse number="19">هغه به داسې ښخ کړے شى لکه څنګه چې يو خر ښخولے شى، هغه به راښکلے شى او د يروشلم د دروازو نه به بهر وغورزولے شى.“</verse>
				<verse number="20">”اے د يروشلم خلقو، بره لبنان ته لاړ شئ او چغې ووهئ، ستاسو د ژړا آواز دې په بسن کښې واورېدے شى، او د عباريم نه ژړا وکړئ، ځکه چې ستاسو ټول ملګرى تباه شوى دى.</verse>
				<verse number="21">ما په هغه وخت کښې تاسو ته خبردارے درکړو کله چې تاسو ښۀ په آرام وئ، خو تاسو ووئيل، مونږ مۀ تنګوه. د ځوانۍ نه ستاسو هم دا عادت وو، تاسو زما تابعدارى نۀ ده کړې.</verse>
				<verse number="22">زما د غضب طوفان به ستاسو ټول شپونکى جارُو کړى، او ستاسو ټول دوستان به جلاوطن کړى او هلته به غلامان شى او تاسو به د خپلو بدو عملونو په وجه سپک او شرمنده شئ.</verse>
				<verse number="23">تاسو څوک چې په لبنان کښې اوسېږئ، او ځان ته مو د دِيار نه جاله جوړه کړې ده، تاسو به د دردونو په وجه داسې زبيرګى کوئ لکه چې يوه ښځه يې د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې کوى.“</verse>
				<verse number="24">مالِک خُدائ يهوياکين ته چې، د يهويقيم زوئ او د يهوداه بادشاه دے وفرمائيل، ”زما دې په خپل ذات قسم وى، کۀ چرې تۀ زما د ښى لاس ګوتمه هم ولې نۀ وے نو تۀ به بيا هم ما ايستلې او اخوا غورزولې وے.</verse>
				<verse number="25">زۀ به تاسو هغه چا ته حواله کړم څوک چې ستا ژوند ختمول غواړى او د چا نه چې تۀ يرېږې. زۀ به تا د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ خلقو ته حواله کړم.</verse>
				<verse number="26">زۀ به تا او ستا مور د دې مُلک نه جلاوطن کړم، او تاسو به په پردى مُلک کښې مړۀ شئ، په هغه مُلک کښې چرته چې تاسو پېدا شوى نۀ يئ.</verse>
				<verse number="27">تاسو به دې مُلک ته بيا هيڅکله هم واپس رانۀ شئ کوم چې تاسو غوښتل چې هغه بيا ووينئ.“</verse>
				<verse number="28">خلقو ووئيل چې، ”ولې دا سړے يهوياکين بادشاه د هغه مات منګى په شان دے څۀ، کوم چې غورزولے شوے وى او د هيچا په کار نۀ وى؟ هغه او د هغۀ بچى ولې په يو داسې مُلک کښې جلاوطن کړے شوى دى چې هغوئ ته هيڅ پته هم نۀ وى؟“</verse>
				<verse number="29">اے زما وطنه، زما وطنه، زما وطنه. د مالِک خُدائ دې پېغام ته غوږ ونيسه،</verse>
				<verse number="30">مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”دا کس په بې‌اولادو کښې حساب کړه، دا کس به په خپل ټول ژوند کښې نۀ خوشحاله او نۀ آباد شى. د هغۀ د اولاد نه به څوک هم آباد نۀ شى، او يو به هم نۀ د داؤد په تخت کښېنى، او نۀ به په يهوداه کښې حکومت وکړى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”افسوس دے د قوم په شپونکو باندې څوک چې زما د څرن د ځائ ګډې تباه کوى او خوروى.“</verse>
				<verse number="2">نو ځکه مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، دې شپونکو ته فرمائى چې، ”تاسو زما رمې خورې ورې کړې او د خپل ځان نه مو لرې شړلې دى او د هغوئ مو ښۀ خيال نۀ دے ساتلے، زۀ به تاسو له د دې بد کار سزا درکړم، مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="3">زۀ به په خپله د خپلې رمې باقى پاتې شوى خلق د هغه ټولو مُلکونو نه راغونډ کړم کومو ته چې ما شړلى وُو او خپل وطن ته به يې واپس راولم. چرته چې به هغوئ مېوه ونيسى او د هغوئ شمېر به ډېر شى.</verse>
				<verse number="4">زۀ به په هغوئ شپونکى مقرر کړم چې د هغوئ خيال وساتى، او هغوئ به نور د چا نه نۀ يريږى او نۀ به پرېشانه شى. او نۀ به يو ورک شى. ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راتلونکې دى چې، زۀ به د داؤد په نسل کښې يوه صادقه څانګه راپورته کړم او بادشاه به يې کړم، او هغه به په هوښيارتيا سره حکومت کوى. او هغه به په مُلک کښې صداقت او اِنصاف قائم کړى.</verse>
				<verse number="6">په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او اِسرائيل به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.“</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو هغه ورځې راتلونکې دى چې خلق به نور داسې قسم نۀ خورى چې په هغه ژوندى خُدائ مو دې قسم وى چا چې بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر کړل،</verse>
				<verse number="8">خو هغوئ به داسې وائى چې، قسم دے په هغه ژوندى مالِک خُدائ باندې چا چې د بنى اِسرائيل نسل د شمال او د نورو مُلکونو نه واپس راغونډ کړو کله چې هغۀ هغوئ تس نس کړى وُو. نو بيا به هغوئ په خپل مُلک کښې اوسيږى.“</verse>
				<verse number="9">زما زړۀ د دروغژنو نبيانو په وجه مات شوے دے، او ټول هډُوکى مې په لړزان دى. زۀ لکه د هغه نشائى په شان شوے يم څوک چې په شرابو زيات نشه شوے وى، نو دغه شان زۀ د مالِک خُدائ او د مقدس کلام په وجه نشه يم.</verse>
				<verse number="10">دا مُلک د زناکارانو نه ډک دے، نو په دې وجه مالِک خُدائ ورباندې لعنت نازل کړے دے نو زمکه اوچه شوې ده او په للمه کښې شينکے اوچ شوے دے. نبيان په بدو لارو روان شوى دى او خپل طاقت په غلطه طريقه استعمالوى.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نبيان او اِمامان دواړه بې‌خُدايه کارونه کوى، تر دې چې ما په خپل کور کښې هم د دوئ بدعملۍ پېدا کړى دى.</verse>
				<verse number="12">نو په دې وجه چې هغوئ چرته هم ځى د هغوئ پښې به ښوئيږى، او د تيارو خوا ته به بوتلے شى او هلته به هغوئ راوغورزيږى. زۀ به په هغوئ باندې د هغوئ د سزا په مقرر شوى وخت کښې افت نازل کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="13">”ما د سامريه د نبيانو دا خراب کارونه وليدل چې کوم هغوئ د بعل په نوم پېشګوئې خلقو ته کوله او زما قوم بنى اِسرائيل يې بې‌لارې کړو.</verse>
				<verse number="14">خو ما د يروشلم په پېغمبرانو کښې د دې نه زيات خراب کار وليدلو، هغوئ زنا کوى او بې‌ايمانى کوى، او د بدعملو خلقو حوصله افزائى کوى، نو بيا يو هم د خپلو بد عملونو نه نۀ منع کيږى. هغوئ ټول زما دپاره د سدوم د خلقو په شان خراب دى، او د يروشلم خلق ما ته د عموره د خلقو په شان بد دى.“</verse>
				<verse number="15">نو ځکه مالِک خُدائ ربُ الافواج د يروشلم د نبيانو په حقله داسې فرمائى، ”زۀ به هغوئ ته د خوړلو دپاره تريخ خوراک او د څښلو دپاره به ورله د زهرو اوبۀ ورکړم، ځکه چې د يروشلم د نبيانو په وجه، په ټول مُلک کښې بې‌دينى خوره شوې ده.“</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ ربُ الافواج خپلو خلقو ته فرمائى چې، ”دا نبيان چې تاسو ته کومه پېشګوئې کوى د هغوئ خبرو ته غوږ مۀ نيسئ، هغوئ تاسو د دروغو په اُميدونو سره ډکوى. هغوئ تاسو ته د مالِک خُدائ پېغام نۀ درکوى خو صرف د خپل سوچ او زړۀ نه تاسو ته رويا پېش کوى.</verse>
				<verse number="17">هغوئ هغه خلقو ته مسلسل خبرې کوى څوک چې ما سپک ګڼى، چې مالِک خُدائ فرمائى چې تاسو به په خير خيريت يئ. او هغوئ ټولو ته څوک چې د خپل سرکشه زړۀ تابعدارى کوى هغوئ وائى تاسو ته به هيڅ قسمه نقصان ونۀ رسيږى.“</verse>
				<verse number="18">خو په هغوئ کښې کوم يو د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ وو چې هغه څۀ يې ليدلى يا اورېدلى وى کوم چې هغۀ فرمائيلى دى؟ يو هم نه. چا هغۀ ته غوږ نيولے او چا د هغۀ آواز اورېدلے دے؟</verse>
				<verse number="19">ګورئ د مالِک خُدائ غضب لکه د طوفان په شان راروان دے، او د هغۀ غضب به د ډېر تېز طوفان په شان د بدعملو په سرونو باندې راتاو شى.</verse>
				<verse number="20">او د مالِک خُدائ دا غضب به تر هغې پورې سوړ نۀ شى ترڅو پورې چې د هغۀ د زړۀ مقصد پوره شوے نۀ وى. په راتلونکو ورځو کښې به تاسو په دې ټولو باندې پوره پوهه شئ.</verse>
				<verse number="21">”ما دا نبيان نۀ دى لېږلى، خو هغوئ د خپل ځان نه د پېغام ورکولو دپاره په منډه شوى دى، ما د هغوئ سره خبرې نۀ دى کړې، خو هغوئ پېشګويانې وکړى.</verse>
				<verse number="22">کۀ چرې هغوئ زما په حضور کښې ما سره ولاړ وے، نو هغوئ به بيا زما کلام خلقو ته اورولو او هغوئ به يې د خپلو شرارتونو او بدعملونو نه را اړول.“</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ هغه خُدائ پاک يم چې هر چرته حاضر ناظر يم نه چې په يو ځائ کښې.</verse>
				<verse number="24">ولې داسې څوک شته چې زما نه خپل ځان چرته پټ کړى او زۀ هغه ونۀ وينم؟“ مالِک خُدائ فرمائى. ”ولې زۀ په هر ځائ زمکه او آسمان کښې نۀ يم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="25">”ما هغه هر څۀ واورېدل څۀ چې دې پېغمبرانو خلقو ته وفرمائيل څوک چې زما په نوم دروغ وائى او خلقو ته وائى چې، ما خوب وليدو. په خوب کښې په ما الهام وشو.</verse>
				<verse number="26">دا خبرې به ترڅو پورې د دې دروغژنو پېغمبرانو په زړونو کښې راځى، څوک چې د خپلو سوچونو پېغامونه خلقو ته بيانوى.</verse>
				<verse number="27">د هغوئ خيال دا دے چې کوم خوبونه چې دوئ په خپلو کښې يو بل ته بيانوى نو د دې په وجه به زما خلق زما نوم هېر کړى، لکه څنګه چې پخوا د دوئ پلار نيکۀ زما نوم هېر کړے وو او د بعل بُت عبادت يې وکړو.“</verse>
				<verse number="28">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کوم پېغمبر چې خوب ليدلے دے هغه دې بې‌شکه خپل خوب بيان کړى، خو چې په چا زما کلام نازل شوے دے هغه دې په وفادارۍ سره کلام خلقو ته واوروى. تش بوس د غنمو برابر دى څۀ؟“</verse>
				<verse number="29">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا زما پېغام د اور په شان نۀ دے څۀ، او زما پېغام د څټک په شان نۀ دے څۀ چې ګټ ټوټه ټوټه کوى؟</verse>
				<verse number="30">نو ځکه زۀ د هغه پېغمبرانو خِلاف يم څوک چې د يو بل نه خبرې نقل کوى او بيا خلقو ته وائى چې دا کلام زما د طرفه دے.“</verse>
				<verse number="31">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ د هغه پېغمبرانو خِلاف هم يم چا چې خپله خولۀ پرانستى وى او د خپل ځان نه لګيا وى خبرې کوى او بيا وائى چې مالِک خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="32">په حقيقت کښې زۀ د هغوئ خلاف يم،“ مالِک خُدائ دا بيان کوى، ”څوک چې د دروغو خوبونه جوړوى او زما خلقو ته هغه بيانوى، او هغوئ په خپلو بې‌حسابه دروغو سره زما خلق بې‌لارې کوى، حال دا چې نۀ ما هغوئ لېږلى دى او نۀ مې مقرر کړى دى. او هغوئ د خلقو د فائدې هيڅ خبرې نۀ کوى.“ مالِک خُدائ دا بيان کوى.</verse>
				<verse number="33">”يرمياه، کله چې د دې خلقو نه عام کس يا پېغمبر يا اِمام ستا نه تپوس وکړى چې، تا سره د مالِک خُدائ نه کوم دروند پيټے شته څۀ؟ نو تۀ په جواب کښې ورته ووايه، نو هغه دروند پيټے هم تۀ يې، مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا وغورزوم.</verse>
				<verse number="34">کۀ چرې يو پېغمبر، يا اِمام يا بل څوک دا دعوىٰ وکړى چې، ”دا د مالِک خُدائ دروند پيټے دے،“ زۀ به دۀ له او د دۀ خاندان له سزا ورکړم.</verse>
				<verse number="35">نو بيا دې دا هر يو کس په تاسو کښې د يو بل نه او د خپلو دوستانو او خپلوانو نه تپوس کوى چې، ”مالِک خُدائ په جواب کښې څۀ فرمائيلى دى؟“ او يا دا چې، ”مالِک خُدائ کومه خبره کړې ده؟“</verse>
				<verse number="36">خو نور به تۀ بيا کله هم دا ونۀ وائې چې، ”د مالِک خُدائ پېغام يو دروند پيټے دے،“ ځکه چې د هر سړى خپله خبره د هغۀ پېغام وګرځېدو نو تاسو بيا دغه شان د ژوندى مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ زمونږ د خُدائ پاک پېغام ته تعبير ورکوئ.</verse>
				<verse number="37">تاسو پېغمبرانو ته داسې ووايئ چې، ”مالِک خُدائ تاسو له څۀ جواب درکړو؟ مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى؟“</verse>
				<verse number="38">او کۀ بيا هم تاسو دا دعوىٰ کوئ چې، ”دا د مالِک خُدائ نه دروند پيټے دے،“ نو مالِک خُدائ بيا داسې فرمائى چې، ”تاسو خبرې خو کوئ چې دا د مالِک خُدائ نه دروند پيټے دے، اګر چې ما درته فرمائيلى وُو چې داسې خبرې مۀ کوئ چې دا د مالِک خُدائ د طرف نه دروند پيټے دے،“</verse>
				<verse number="39">‎‏نو په دې وجه به زۀ تاسو په يقين سره هېر کړم او سره د هغه ښاره کوم چې ما تاسو او ستاسو پلار نيکۀ له ورکړو د خپل حضور نه لرې وشړم.</verse>
				<verse number="40">زۀ به په تاسو باندې نۀ ختمېدونکے لعنت او ابدى شرم نازل کړم چې هيڅکله به هېرولے نۀ شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">وروستو د دې نه چې د بابل بادشاه نبوکدنضر د يهوياکين د يهويقيم زوئ د يهوداه بادشاه بابل ته سره د آفسرانو، کاريګرانو او لوهارانو قېديان بوتلل نو بيا مالِک خُدائ ما ته په رويا کښې د اينځرو دوه ټوکرۍ راوښودلې چې د مالِک خُدائ د کور مخې ته پرتې وې.</verse>
				<verse number="2">په يوه ټوکرۍ کښې اول موسمى او پاخۀ اينځر وُو، او په بله ټوکرۍ کښې خراب اينځر وُو، دومره ډېر خراب چې د خوړلو نۀ وُو.</verse>
				<verse number="3">نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”يرمياه تا ته څۀ ښکارى؟“ ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”اينځر. ښۀ اينځر ډېر ښۀ دى خو خراب اينځر ډېر خراب دى، دومره خراب دى چې د خوړلو قابل هم نۀ دى.“</verse>
				<verse number="4">نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="5">”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، دا ښۀ اينځر د يهوداه د هغه خلقو په شان دى چې ما د بابل مُلک ته د دې ځائ نه جلاوطن کړى دى او زۀ هغوئ ته هم دغه شان ښۀ ګورم.</verse>
				<verse number="6">زۀ به هغوئ ته په ښۀ سترګه ګورم، او زۀ به هغوئ دې مُلک ته واپس راولم. زۀ به هغوئ آباد کړم او زۀ به هغوئ ونۀ غورزوم، زۀ به هغوئ وکرم او د بېخ نه به يې نۀ راوباسم.</verse>
				<verse number="7">زۀ به هغوئ له دا خواهش ورکړم چې هغوئ ما وپېژنى چې زۀ مالِک خُدائ يم. هغوئ به زما مخلوق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، ځکه چې هغوئ به په پوره زړۀ سره ما ته رجوع وکړى.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ وفرمائيل، هغه خراب اينځر چې دومره ډېر خراب دى چې د خوړلو قابل هم نۀ دى، نو دغه شان به زۀ د صدقياه د يهوداه بادشاه، او د هغۀ د آفسرانو سره څوک چې د يروشلم نه ژوندى پاتې شوى دى کۀ هغه دلته اوسيږى او يا کۀ په مِصر کښې دى دغه شان سلوک وکړم.</verse>
				<verse number="9">زۀ به هغوئ په زمکه د هر يو مُلک دپاره د دهشت مثال او د افت زده ګانو نمونه وګرځوم. زۀ چې هغوئ چرته هم خوارۀ کړم نو هغوئ به د عبرت يو مثال جوړ شى او خلق به د هغوئ نوم د بې‌عزتۍ دپاره استعمالوى او د هغوئ بې‌عزتى به کوى او لعنت به پرې وائى.</verse>
				<verse number="10">زۀ به په هغوئ جنګ راولم، لوږه او وبا به پرې راولم، تر هغې پورې چې هغوئ به په هغه مُلک کښې ختم کړم کوم چې ما دوئ او د دوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">يرمياه ته د يهوداه بادشاه د يوسياه د زوئ يهويقيم د بادشاهۍ په څلورم کال، د يهوداه د ټولو خلقو په حقله د مالِک خُدائ د طرف نه پېغام ورکړے شو. په هم دغه کال باندې نبوکدنضر د بابل په تخت کښېناستو.</verse>
				<verse number="2">نو بيا يرمياه نبى د يروشلم ټولو اوسېدونکو او د يهوداه ټول قوم ته بيان وکړو او ورته يې وفرمائيل،</verse>
				<verse number="3">”د يهوداه بادشاه د امون د زوئ يوسياه د بادشاهۍ د ديارلسم کال نه واخله، تر اوسه پورې مالِک خُدائ د درويشتو کالو دپاره ما ته پېغام راکړو او ما هغه تاسو ته څو ځله در رسولے دے، خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو.</verse>
				<verse number="4">سره د دې چې مالِک خُدائ بيا بيا خپل خِدمتګاران پېغمبران رالېږلى دى، تاسو هغوئ ته نۀ غوږ نيولو او نۀ مو هغوئ ته توجو ورکوله.</verse>
				<verse number="5">هغوئ به تاسو ته فرمائيل چې، تاسو هر يو خپلې خرابې طريقې او هغه بد کارونه پرېږدئ کوم چې تاسو کوئ، نو بيا تاسو په هغه مُلک کښې تر تله پورې اوسېدلے شئ کوم چې ما تاسو او ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے دے.</verse>
				<verse number="6">هغوئ به تاسو ته فرمائيل چې د نورو معبودانو عبادت او خِدمت مۀ کوئ، تاسو چې په خپلو لاسونو کوم بُتان جوړ کړى دى هغوئ ته په عبادت کولو زما قهر مۀ راپاروئ. نو بيا به زۀ تاسو ته نقصان نۀ درکوم.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ وفرمائيل چې، خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو، او تاسو چې څۀ جوړ کړى وُو د هغې په وجه تاسو زۀ په قهر او غصه کړم، او تاسو په خپله خپل ځان ته نقصان ورسولو.</verse>
				<verse number="8">نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ځکه چې تاسو زما پېغام ته غوږ ونۀ نيولو،</verse>
				<verse number="9">زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="10">زۀ به د هغوئ د خندا او د خوشحالۍ چغې د دې ځائ نه خاموش کړم او زۀ به د هغوئ د وادۀ د ناوې او د زلمى د خوشحالۍ آوازونه خاموش کړم. د هغوئ د مېچونو آوازونه به خاموش کړم او د هغوئ ډيوې به مړې کړم.</verse>
				<verse number="11">دا ټول مُلک به په شاړو او خرابو باندې بدل شى، او دا قومونه به د اويا کالونو دپاره د بابل د بادشاه خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="12">خو چې کله اويا کالونه پوره شى، نو بيا به زۀ د بابل بادشاه او د هغۀ قوم، او د هغۀ مُلک له سزا ورکړم، د هغوئ د هغه ګناهونو په وجه کوم چې هغوئ کړى دى، مالِک خُدائ دا فرمائى، او د تل دپاره به د بابل مُلک په دشته او خرابه بدل کړم.</verse>
				<verse number="13">زۀ به په دې مُلک هغه ټول افتونه راولم کوم چې ما د دۀ خلاف بيان کړى دى، او په دې کِتاب کښې ليکلے شوى دى او کوم چې د يرمياه نبى په ذريعه د ټولو قومونو خلاف پېشګوئې شوې ده.</verse>
				<verse number="14">نور ډېر قومونه او غټ بادشاهان به هغوئ غلامان جوړ کړى، او زۀ به هغوئ ته هم هغه شان سزا ورکړم کومه سزا چې هغوئ نورو ته ورکړې وه.“</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے ما ته يې وفرمائيل، ”زما د لاس نه دا پيالۍ واخله چې زما د غضب د شرابو نه ډکه ده او ټولو قومونو ته چې زۀ تا استوم په هغوئ يې وڅښوه.</verse>
				<verse number="16">کله چې هغوئ دا وڅښى، نو هغوئ ټول به زنګيږى او تيندکونه به خورى او کوم جنګ چې زۀ په دوئ باندې راولم د هغې په وجه به ليونى شى.“</verse>
				<verse number="17">نو بيا ما د مالِک خُدائ د لاس نه پيالۍ واخستله او په هغه ټولو قومونو مې وڅښله چې زۀ چا ته هغۀ ورلېږلے وم.</verse>
				<verse number="18">زۀ يروشلم او د يهوداه ټولو ښارونو او د هغوئ بادشاهانو او مشرانو له لاړم او هغوئ ټولو د غضب د پيالۍ نه وڅښل. د هغه وخت نه تر اوسه پورې، دا مُلک تباه شو، او د هغوئ دپاره د يرې او دهشت، ټوقو مسخرو شو او خلقو د هغوئ په نومونو لعنت وئيلو.</verse>
				<verse number="19">ما دا پيالۍ فِرعون د مِصر بادشاه او د هغۀ نوکرانو او آفسرانو له او ټولو مِصريانو له ورکړه،</verse>
				<verse number="20">او نورو ټولو هغه پردو خلقو ته څوک چې په دې مُلک کښې اوسېدل، او د عُوض ټولو بادشاهانو ته، د فلستيه د ټولو ښارونو بادشاهانو ته لکه اسقلون، غزه، عقرون، او کوم خلق چې په اشدود کښې پاتې وُو ورکړه،</verse>
				<verse number="21">د ادوم، موآب او عمون قومونه ته،</verse>
				<verse number="22">د صور او صيدا ټولو بادشاهانو ته، او د سمندر د ساحلى علاقو بادشاهانو ته،</verse>
				<verse number="23">د ددان، تيما او بُوز ښارونو او هغه ټولو خلقو ته څوک چې لرې اوسېدل،</verse>
				<verse number="24">د عربو ټولو بادشاهانو ته او د ټولو هغه اجنبيانو بادشاهانو ته چې هلته په ريګستان کښې اوسېدل،</verse>
				<verse number="25">د زِمرى، عيلام او د مادى ټولو بادشاهانو ته،</verse>
				<verse number="26">او ما د شمال ټولو نزدې لرې بادشاهانو ته، او پرله پسې د زمکې په مخ ټولو بادشاهتونو ته ورکړه. او د دې هر څۀ نه وروستو د بابل بادشاه به يې هم وڅښى.</verse>
				<verse number="27">بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اوس هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، تاسو وڅښئ چې نشه شئ او اولټۍ وکړئ، او چې راوغورزېږئ چې بيا هيڅکله راپورته نۀ شئ ځکه چې زۀ به په تاسو جنګ راولم.</verse>
				<verse number="28">خو کۀ هغوئ ستا د لاس د پيالۍ اخستلو او څښلو نه اِنکار وکړى، هغوئ ته ووايه، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، دا پيالۍ به ضرور څښئ.</verse>
				<verse number="29">ګورئ چې ما د تباهۍ کار په يروشلم کښې شروع کړلو کوم ښار چې زما په نوم ياديږى. نو ولې تاسو به د سزا نه خلاص شئ څۀ؟ تاسو به بې‌سزا پاتې نۀ شئ، ځکه چې زۀ په ټوله زمکه کښې او د هغوئ په ټولو اوسېدونکو باندې جنګ راولم، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.</verse>
				<verse number="30">نو اوس دا ټولې خبرې د هغوئ خلاف بيان کړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ به د آسمان د اوچتو او مقدسو ځايونو نه لکه د ازمرى په شان وغړمبيږى او هغه به د خپل وطن خلاف زورَور آوازونه وکړى. او هغه به داسې په تېزه آوازونه وکړى لکه څنګه چې د انګورو نچوړونکى په هغه وخت کښې شور کوى. او هغه به د هغوئ ټولو خلاف په زوره چغې ووهى څوک چې په دُنيا کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="31">او د هغۀ د عدالت آواز به د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې ورسيږى. ځکه چې مالِک خُدائ د قومونو خِلاف عدالت کوى. او هغه به د ټولو انسانانو فېصله واوروى او بدکاران به جنګونو ته حواله کړى. مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="32">ربُ الافواج داسې فرمائى چې، وګورئ، افت د يو مُلک نه بل مُلک ته پيوسته خوريږى او يو لوئ طوفان د دُنيا د بل سر نه راروان دے.</verse>
				<verse number="33">په هغه ورځ به چې کوم خلق مالِک خُدائ وژلى وى د هغوئ لاشونه به هر چرته د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې پراتۀ وى. په هغوئ باندې به نۀ څوک ماتم کوى او نۀ به يې څوک رايوځائ کولے شى او نۀ به ښخولے شى خو په زمکه به لکه د ډيران د ډيرى په شان پراتۀ وى.</verse>
				<verse number="34">اے د قوم شپونکو تاسو په خپل ځان باندې ژړا او ماتم وکړئ، او اے د قومونو مشرانو تاسو په خاورو ايرو کښې ورغړېږئ. ځکه ستاسو د حلالېدلو او خورېدلو وخت رارسېدلے دے. تاسو به د خټو د نازک لوښى په شان راوغورزېږئ او ټوکړې ټوکړې به شئ.</verse>
				<verse number="35">د شپونکو سره به د تېښتې دپاره يو ځائ هم نۀ وى، او د قوم د مشرانو سره به د منډې دپاره يو ځائ هم نۀ وى.</verse>
				<verse number="36">د شپونکو ژړا انګولا واورئ، او د قوم د مشرانو ژړا او فرياد واورئ، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ مُلک تباه کوى.</verse>
				<verse number="37">د مالِک خُدائ د يروونکى قهر په وجه به د آرام ځايونه خراب شى.</verse>
				<verse number="38">مالِک خُدائ لکه د يو طاقتور ازمرى په شان کله چې د خپل غار نه راوځى او په خلقو حمله وکړى نو دغه شان به د ظالم تيره تُوره او د مالِک خُدائ سخت قهر به د هغوئ مُلک تباه کړى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">دلته يرمياه ته د مالِک خُدائ پېغام د يهويقيم د يوسياه د زوئ د يهوداه بادشاه د حکومت په وړومبنى سر کښې ورکړے شو.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ هغۀ ته داسې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېږه، او هغه خلقو ته اعلان وکړه څوک چې د يهوداه د خوا او شا ښارونو نه د عبادت دپاره راغلى دى. هغوئ ته زما کلام پوره پوره واوروه او يو لفظ هم ترې نه کم نۀ کړې.</verse>
				<verse number="3">کېدے شى چې هغوئ تا ته غوږ ونيسى او هر يو د خپلو بدو لارو نه راواوړى. کومه منصوبه چې ما د هغوئ خلاف جوړه کړې وه، نو بيا به زۀ خپل سوچ بدل کړم او هغه افت به پرې نۀ راولم.</verse>
				<verse number="4">هغوئ ته ووايه، مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې تاسو ما ته غوږ ونۀ نيسئ او کوم شريعت چې ما تاسو ته پېش کړے دے د هغې پيروى ونۀ کړئ،</verse>
				<verse number="5">او کۀ چرې تاسو زما د خِدمت کوونکو پېغمبرانو کلام ته غوږ ونۀ نيسئ کوم چې ما تاسو ته بار بار درلېږلى دى خو تاسو هغوئ ته غوږ ونۀ نيولو،</verse>
				<verse number="6">نو زۀ به د دې کور سره هم هغه شان کار وکړم لکه څنګه مې چې د سيلا سره کړے وو، او د زمکې په مخ به د دُنيا ټول قومونه د دې ښار نوم په لعنت کولو سره اخلى.“</verse>
				<verse number="7">کله چې يرمياه د مالِک خُدائ په کور کښې دا کلام واورولو نو اِمامانو، پېغمبرانو او ټولو خلقو د هغۀ کلام واورېدو،</verse>
				<verse number="8">نو چې څنګه يرمياه هغه کلام خلقو ته اورول ختم کړو کوم چې ورته مالِک خُدائ حکم کړے وو چې دې خلقو ته يې واوروى نو سمدستى اِمامانو، نبيانو او ټولو خلقو هغه ونيولو او چغې يې کړې، ”دا ضرورى ده چې تۀ د دې په وجه مړ شې.</verse>
				<verse number="9">تۀ ولې د مالِک خُدائ په کور کښې د هغۀ په نوم پېغام ورکوې چې دا کور به لکه د سيلا په شان شى او دا ښار به په صحرا او کنډرو بدل شى؟“ نو د مالِک خُدائ په کور کښې ټول خلق د يرمياه نه راتاو شول.</verse>
				<verse number="10">کله چې د يهوداه آفسرانو د دې خبرو په حقله واورېدل، هغوئ د شاهى محل نه د مالِک خُدائ د کور طرف ته لاړل او هلته د نوې دروازې په نوم دروازه کښې په داخلېدو سره په خپلو ځايونو باندې کښېناستل.</verse>
				<verse number="11">نو بيا اِمامانو او پېغمبرانو، ټولو آفسرانو او نورو خلقو ته وفرمائيل چې، ”دې سړى ته دې د مرګ سزا ورکړے شى ځکه چې هغۀ د دې ښار خِلاف پېشګوئې وکړه او تاسو په خپلو غوږُونو واورېده.“</verse>
				<verse number="12">نو بيا يرمياه ټولو آفسرانو او ټولو خلقو ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ رالېږلے يم چې د دې کور او د دې ښار خِلاف هغه ټولې پېشګويانې وکړم کومې چې تاسو واورېدلې.</verse>
				<verse number="13">تاسو اوس د خپلو طريقو او اعمالو اصلاح وکړئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک تابعدارى وکړئ. نو بيا به مالِک خُدائ خپل سوچ بدل کړى او د کوم افت د نازلېدو منصوبه يې چې جوړه کړې ده هغه به نۀ نازلوى.</verse>
				<verse number="14">ترڅو پورې چې زما خبره ده، زۀ خو ستاسو په قبضه کښې يم، څۀ چې تاسو ته ښۀ او صحيح ښکارى هم هغه ما سره وکړئ.</verse>
				<verse number="15">خو تاسو په دې يقين وساتئ، کۀ چرې تاسو ما مړ کړئ، نو تاسو او د دې ښار خلق څوک چې په کښې اوسيږى د يو بې‌ګناه کس خون به په خپله غاړه واخلئ ځکه چې په حقيقت کښې زۀ مالِک خُدائ تاسو ته رالېږلے يم، چې دا ټولې خبرې ستاسو غوږونو ته درورسوم.“</verse>
				<verse number="16">نو آفسرانو او خلقو چې دا واورېدل، نو اِمامانو او پېغمبرانو ته يې ووئيل، ”دې سړى ته دې د مرګ سزا ورنۀ کړے شى، ځکه چې هغۀ مونږ ته د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نوم خبرې وکړې.“</verse>
				<verse number="17">نو بيا د قوم يو څو مشران راپاڅېدل او ټولو حاضرو خلقو ته يې ووئيل چې،</verse>
				<verse number="18">”د مورشيت ميکاه نبى چې د حزقياه د بادشاهت په ورځو کښې د يهوداه بادشاه وو، پېشګوئې وکړه. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو ته وفرمائيل، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، صيون به لکه د پټې په شان په يوې واړولے‎ شى، د يروشلم نه به د خاورو ډېرے جوړ شى، او په اوچتو غونډو چرته چې د خُدائ کور دے په هغې کښې به جاړې بوټى راشنۀ شى.</verse>
				<verse number="19">ولې حزقياه چې د يهوداه بادشاه وو هغه په مرګ محکوم کړو څۀ؟ آيا حزقياه د مالِک خُدائ نه ونۀ يرېدو چې د هغۀ رحم ولټوى؟ آيا مالِک خُدائ خپله فېصله بدله نۀ کړه د کوم افت د رانازلېدو چې هغۀ د دوئ خلاف منصوبه جوړه کړې وه؟ مونږ په خپله په خپل ځان د سخت افت راوستو په حالت کښې يُو.“</verse>
				<verse number="20">په هغه ورځو کښې يو بل نبى د اورِياه په نوم چې د قِريَت‌يعريم اوسېدونکے وو او د سمعياه زوئ وو د يرمياه نبى په شان د مالِک خُدائ په نوم نبوت کولو. هغۀ هم د دې ښار او د دې خلقو خلاف لکه څنګه چې يرمياه خبرې کړې وې يو شان خبرې وکړې.</verse>
				<verse number="21">کله چې يهويقيم بادشاه، او د هغۀ ټولو فوجيانو او آفسرانو د اورِياه خبرې واورېدلې، نو بادشاه د هغۀ د قتلولو کوشش وکړو. خو کله چې اورِياه واورېدل نو د يرې نه مِصر ته وتښتېدلو.</verse>
				<verse number="22">نو بيا يهويقيم بادشاه الناتن د عکبور زوئ مِصر ته سره د نورو کسانو ولېږلو.</verse>
				<verse number="23">نو هغوئ اورِياه په مِصر کښې ونيولو او يهويقيم بادشاه له يې راوستلو، او هغه يې په تُوره قتل کړو او د هغۀ لاش يې د عامو خلقو په قبرستان کښې ښخ کړو.</verse>
				<verse number="24">خو اخيقام د سافن زوئ د يرمياه مدد کولو، نو ځکه هغه د مرګ دپاره خلقو ته حواله نۀ کړے شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">د صدقياه د يوسياه د زوئ د يهوداه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې دا پېغام يرمياه ته د مالِک خُدائ له طرفه ورکړے شو.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د خپل ځان دپاره جغ جوړ کړه او د څرمنې په تسمو سره يې په خپله غاړه کښې واچوه.“</verse>
				<verse number="3">بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د ادوم، موآب، عمون، صور او د صيدا بادشاهانو ته د هغوئ د هغه سفيرانو په ذريعه پېغام ورواستوه څوک چې يروشلم ته د يهوداه د بادشاه صدقياه ليدلو له راغلى وُو.</verse>
				<verse number="4">هغوئ له دا پېغام د هغوئ د مالِکانو دپاره ورکړه چې دا هغه څۀ دى چې ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ يې فرمائى،</verse>
				<verse number="5">ما په خپل لوئ طاقت او زورَور لاس سره زمکه او په کښې ټول انسانان او ځناور پېدا کړل، او هر چا ته چې زما خوښه وى نو بيا دا هغوئ له ورکوم.</verse>
				<verse number="6">خو زۀ به اوس ستاسو ټول مُلکونه خپل خِدمت کوونکى نبوکدنضر د بابل بادشاه ته حواله کړم، تر دې چې زۀ به ځنګلى ځناور هم د دۀ تابعدار کړم.</verse>
				<verse number="7">ټول قومونه به د هغۀ خِدمت وکړى، او د هغۀ د زوئ او د نمسى به تر هغې پورې خِدمت کوى ترڅو چې د هغۀ د مُلک د ختمېدو دپاره مقرر شوے وخت نۀ وى راغلے. نو بيا به نور ډېر قومونه او لوئ بادشاهان راشى او بابليان به خپل غلامان جوړ کړى.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې يو قوم يا بادشاهت د نبوکدنضر يعنې د بابل د بادشاه د خِدمت نه اِنکار وکړى او يا خپل څټ د هغۀ د جغ لاندې نۀ کړى، نو زۀ به بيا په هغه قوم جنګ، قحط او وبا را نازله کړم، ترڅو چې بابليانو هغه قبضه کړے نۀ وى.</verse>
				<verse number="9">نو بيا خپلو دروغژنو نبيانو، فالګرو، د خوب تعبير کوونکو، خپل قسمت معلومونکو او جادوګرو ته غوږ مۀ نيسئ، څوک چې تاسو ته وائى چې تاسو به د بابل د بادشاه خِدمت نۀ کوئ.</verse>
				<verse number="10">هغوئ تاسو ته د دروغو نبوت کوى او په دې خبرو به تاسو د خپل مُلک نه لرې وشړلے شئ، زۀ به تاسو خوارۀ وارۀ کړم او تاسو به تباه شئ.</verse>
				<verse number="11">خو کۀ کوم يو قوم هم خپل څټ د بابل بادشاه د جغ لاندې ښکته کړى او د هغۀ خِدمت وکړى، نو زۀ به دا قوم په خپله زمکه باندې پرېږدم چې هغه وکَرى او هلته اوسيږى.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.</verse>
				<verse number="12">ما هم دا پېغام د يهوداه بادشاه صدقياه ته ورکړو. ما ورته ووئيل، ”خپل څټونه د بابل بادشاه جغ ته ښکته کړئ، د هغۀ او د هغۀ د خلقو خِدمت وکړئ، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.</verse>
				<verse number="13">نو بيا ولې تۀ او ستا عوام دې په هغه جنګ، قحط يا وبا مړۀ شى په کومو چې مالِک خُدائ هر هغه قوم يروى څوک چې د بابل د بادشاه د خِدمت نه اِنکار کوى؟</verse>
				<verse number="14">د دروغژنو نبيانو خبرو ته غوږ مۀ نيسئ څوک چې تاسو ته وائى چې د بابل د بادشاه خِدمت به نۀ کوئ، ځکه چې هغوئ تاسو ته دروغ وائى.</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې، هغوئ ما نۀ دى درلېږلى. هغوئ زما په نوم د دروغو نبوت کوى. نو ځکه زۀ به تاسو د خپل مُلک نه وشړم، نو تاسو او هغه نبيان دواړه به هلاک شئ.“</verse>
				<verse number="16">نو بيا ما اِمامانو ته ووئيل چې، ”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، هغه نبيانو ته غوږ مۀ نيسئ چې څوک داسې وائى چې د خُدائ پاک د کور مقدس څيزونه به ډېر زر د بابل نه راواپس شى. هغوئ تاسو ته د دروغو پېشګويانې کوى.</verse>
				<verse number="17">هغوئ ته غوږ مۀ نيسئ، د بابل د بادشاه خِدمت کوئ، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ. نو بيا دې ولې دا ښار تباه او په کنډرو بدل شى څۀ؟</verse>
				<verse number="18">کۀ چرې هغوئ په رښتيا سره پېغمبران وى او د مالِک خُدائ د خوا نه ورته کلام ورکړے شوے وى نو بيا دې هغوئ ما ته چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يم سوال او مِنت وکړى چې زۀ هغه پاتې شوى مقدس څيزونه بابل ته پرې نۀ ږدم چې هغوئ يوسى. او چې هغه په يروشلم کښې د مالِک خُدائ په کور او د يهوداه بادشاه په محل کښې پاتې شى.</verse>
				<verse number="19">نو مالِک خُدائ، ربُ الافواج د هغه څيزونو په حقله وفرمائيل کوم چې په يروشلم کښې پاتې وُو لکه د زېړو ستنې او د زېړو ډيګۍ، او د اوبو راوړلو ګاډۍ او نور سامانونه.</verse>
				<verse number="20">دا هم هغه پاتې شوى څيزونه دى کله چې نبوکدنضر بادشاه د يهوداه بادشاه، د يهويقيم زوئ يهوياکين او د يهوداه او يروشلم مشران سپين روبى ټول بابل ته بوتلل.</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى هغه څيزونو په حقله کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې پاتې دى او د يهوداه او په يروشلم او د بادشاه په محل کښې پاتې دى،</verse>
				<verse number="22">دا سامانونه به بابل ته يوړے شى او دا به زما د راتلو د ورځې پورې هلته وى، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، نو بيا به زۀ دا ټول سامان واپس راوړم او په دې ځائ کښې به يې ولګوم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="28">
				<verse number="1">د يهوداه د بادشاه د صدقياه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې په هم هغه کال په پينځمه مياشت په څلورم کال د جبعون د ښار يو پېغمبر د عزور زوئ حننياه د مالِک خُدائ په کور کښې د اِمامانو او د خلقو په وړاندې ما ته خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ”زۀ به د بابل د بادشاه جغ مات کړم چې بوج يې په خلقو باندې دے.</verse>
				<verse number="3">زۀ به په دوو کالو کښې دننه دننه د مالِک خُدائ د کور هغه ټول مقدس څيزونه واپس دې ځائ ته راوړم کوم چې نبوکدنضر بادشاه بابل ته وړلى وُو.</verse>
				<verse number="4">زۀ به هم د يهوداه بادشاه د يهويقيم زوئ يهوياکين سره د يهوداه د هغه ټولو خلقو واپس دې ځائ ته راولم کوم چې په بابل کښې جلاوطن دى. بې‌شکه چې زۀ به د بابل د بادشاه جغ مات کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.“</verse>
				<verse number="5">بيا يرمياه پېغمبر د اِمامانو او د هغه ټولو خلقو په مخکښې کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې ولاړ وُو حننياه نبى ته داسې جواب ورکړو،</verse>
				<verse number="6">هغۀ وفرمائيل چې، ”آمين. مالِک خُدائ دې هم داسې وکړى. هغه دې ستا پېشګوئې پوره او رښتيا کړى چې هغه به دوباره ټول د مالِک خُدائ د کور سامان سره د هغه کسانو چې بابل ته قېديان بوتلے شوى دى دلته واپس راولى.</verse>
				<verse number="7">خو اوس تۀ هم هغه خبرو ته کومې چې زۀ تا ته د ټولو خلقو په وړاندې کوم غوږ ونيسه.</verse>
				<verse number="8">زما او ستا نه ډېر وړاندې پخوانو نبيانو دا پېشګوئې کړې ده چې په ډېرو مُلکونو او لويو بادشاهتونو به جنګ، قحط او وبا راځى.</verse>
				<verse number="9">خو کوم يو پېغمبر چې د خير او سلامتۍ پېشګوئې کوى نو هغه به په رښتيا سره په دې وپېژندلے شى چې د مالِک خُدائ له طرفه رالېږلے شوے دے کله چې د هغۀ پېشګوئې رښتيا شى.“</verse>
				<verse number="10">نو بيا حننياه د يرمياه نبى د غاړې نه جغ لرې کړو او ټوټه ټوټه يې کړو،</verse>
				<verse number="11">او حننياه ټولو خلقو ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به په دوو کالونو کښې دننه هم دغه شان د نبوکدنضر بادشاه جغ چې کوم هغۀ د ټولو قومونو په غاړه کښې اچولے دے لرې کړم.“ په دې خبره يرمياه د هغه ځائ نه لاړو.</verse>
				<verse number="12">نو بيا څۀ موده وروستو کله چې حننياه پېغمبر د يرمياه پېغمبر د څټ نه جغ مات کړو، نو بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه پېغمبر نازل شو چې،</verse>
				<verse number="13">”لاړ شه او حننياه ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى، تا خو د لرګى جغ مات کړو، خو د دې په ځائ به مالِک خُدائ د خلقو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوى.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ټولو قومونو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوم ترڅو چې هغوئ د بابل د بادشاه نبوکدنضر خِدمت وکړى. مالِک خُدائ فرمائيلى دى، تر دې چې زۀ به د ځنګل په ځناورو باندې هم نبوکدنضر ته اختيار ورکړم چې د هغۀ خِدمت وکړى.“</verse>
				<verse number="15">بيا يرمياه نبى حننياه نبى ته وفرمائيل چې، ”حننياه ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ تۀ نۀ يې رالېږلے، تۀ دې قوم ته د دروغو نبوت کوې او هغوئ ستاسو په دروغو باندې باور کوى.</verse>
				<verse number="16">نو ځکه بيا مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې، زۀ اوس تا د زمکې د مخ نه اخوا کوم. په هم دې کال کښې به تۀ مړ شې، ځکه چې تا د مالِک خُدائ خلاف د سرکشۍ تعليم ورکړے دے.“</verse>
				<verse number="17">نو د هم هغه کال په اوومه مياشت حننياه پېغمبر مړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="29">
				<verse number="1">دا د هغه خط متن دے کوم چې يرمياه پېغمبر د يروشلم نه بابل ته هغه مشرانو او اِمامانو، پېغمبرانو، او نورو ټولو خلقو ته څوک چې نبوکدنضر بادشاه د يروشلم نه بابل ته جلاوطن کړى وُو،</verse>
				<verse number="2">هغۀ دا د هغه وخت نه وروستو وليکلو کله چې يهوياکين بادشاه، د هغۀ مور مَلِکه، د دربار خصيان آفسران، د يهوداه او يروشلم مشران، ماهِر کسان او کاريګران د يروشليم نه شړلى وُو.</verse>
				<verse number="3">هغۀ هغه خط د اِلعاسه د سافن زوئ او ګمرياه د خِلقياه زوئ په لاس ولېږلو، کوم چې د يهوداه بادشاه صدقياه د بابل نبوکدنضر له ولېږلو. په هغې کښې دا ليکلے شوى وُو،</verse>
				<verse number="4">”مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغه ټولو خلقو ته فرمائى کوم چې ما مالِک خُدائ هغوئ د يروشلم نه بابل ته قېديان بوتلل،</verse>
				<verse number="5">خپل ځان له په بابل کښې کورونه جوړ کړئ او په هغې کښې اوسېږئ. باغونه وکَرئ او د هغې نه خوراک کوئ.</verse>
				<verse number="6">تاسو ودونه وکړئ چې زامن او لوڼه مو پېدا شى. نو دغه شان بيا خپل زامن او لوڼه هم وادۀ کړئ چې د هغوئ هم بچى پېدا شى. تاسو په شمېر کښې زيات شئ نه چې کم شئ.</verse>
				<verse number="7">کوم ښار ته چې ما تاسو جلاوطن کړى يئ د دغه ښار خير غواړئ. او مالِک خُدائ ته د هغې دپاره دُعا کوئ، ځکه کۀ چرې په هغې کښې خير وى، نو تاسو به هم په خير يئ.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو ته فرمائى چې، خبردار، ستاسو په مينځ کښې چې کوم نبيان او فالبين اوسيږى چې هغوئ تاسو دوکه نۀ کړى. د هغوئ خوبونو ته توجو مۀ ورکوئ.</verse>
				<verse number="9">ځکه هغوئ تاسو ته زما په نوم د دروغو پېشګوئې کوى. هغوئ ما تاسو ته نۀ دى درلېږلى. مالِک خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ فرمائى چې، کله چې په بابل کښې ستاسو اويا کاله تېر شى، نو زۀ به ستاسو خوا ته راشم او خپله هغه د رحم وعده به پوره کړم چې تاسو بيا واپس خپل مُلک ته راولم.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى.</verse>
				<verse number="12">بيا به په هغه وخت تاسو ما ته مِنت زارى وکړئ، ما ته به رجوع وکړئ او ما نه به دُعا وغواړئ، او زۀ به ستاسو دُعا واورم.</verse>
				<verse number="13">تاسو به زما لټون کوئ او کۀ چرې په پوره زړۀ سره زما لټون وکړئ نو تاسو به مې پېدا کړئ.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به تاسو ته اجازت درکړم چې ما پېدا کړئ. زۀ به ستاسو مُلک دوباره تاسو له درکړم. د هغه ټولو مُلکونو او ځايونو نه به تاسو واپس راولم په کومو کښې چې ما خوارۀ کړى وئ، او زۀ به تاسو هغه مُلک ته واپس راولم د کوم نه چې ما تاسو جلاوطن کړى وئ، مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="15">تاسو ووايئ چې، مونږ دپاره مالِک خُدائ په بابل کښې هم پېغمبران راپېدا کړى دى،</verse>
				<verse number="16">خو مالِک خُدائ ته غوږ ونيسئ چې هغه د هغه بادشاه په حقله فرمائى څوک چې د داؤد په تخت ناست دے او د هغه خلقو په حقله څوک چې په دې ښار کښې پاتې شوى دى، او ستاسو د مُلک خلقو په حقله څوک چې تاسو سره جلاوطن شوى نۀ وُو.</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زۀ به په هغوئ باندې جنګ، قحط او وبا راولم او هغوئ به د هغه خرابو اينځرو په شان کړم چې د خوړلو قابل نۀ وى.</verse>
				<verse number="18">زۀ به په هغوئ جنګ، قحط او وبا نازله کړم او د هغوئ پسې به يم، او د دُنيا ټول نور قومونه چې هغوئ ته ګورى نو ورته به د يرې او دهشت مثال وى او چې چرته هم هغوئ خوارۀ کړم نو ټولو خلقو ته به يې د نفرت او سپکاوى باعث وګرځوم.</verse>
				<verse number="19">مالِک خُدائ فرمائى چې، ځکه چې هغوئ زما کلام ته غوږ نۀ نيولو، هغه پېغام چې ما بار بار د خپلو خادِمانو نبيانو په ذريعه هغوئ ته ورکړے وو. او تاسو جلاوطنو هم زما پېغام ته غوږ ونۀ نيولو، مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="20">نو اوس تاسو ټولو اے جلاوطن شوو څوک چې ما د يروشلم نه بابل ته لېږلئ د مالِک خُدائ کلام واورئ.</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د اخى‌اب د قولاياه د زوئ او د صدقياه د معسياه د زوئ په حقله فرمائى چې، هغوئ تاسو ته زما په نوم د دروغو پېشګويانې وکړى، زۀ به هغوئ نبوکدنضر د بابل بادشاه ته حواله کړم، او هغه به هغوئ ستا د سترګو د وړاندې مړۀ کړى.</verse>
				<verse number="22">ځکه چې د هغوئ په وجه به، د يهوداه نه ټول جلاوطن شوى خلق څوک چې په بابل کښې قېديان دى هغوئ به داسې ښېرې کوى، مالِک خُدائ دې تاسو سره د صدقياه او اخى‌اب په شان کار وکړى څوک چې د بابل بادشاه په اور کښې سوزولى وُو.</verse>
				<verse number="23">ځکه چې هغوئ په بنى اِسرائيلو کښې شرمناک ګناهونه کړى دى، هغوئ د خپلو ګاونډيانو د ښځو سره د زنا باوجود، زما په نامه د دروغو پېغام خلقو ته وړاندې کړے دے د کوم چې ما هغوئ ته حُکم نۀ دے ورکړے. خو ما ته د هغوئ په حقله عِلم دے او په هغوئ باندې زۀ ګواه يم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“</verse>
				<verse number="24">مالِک خُدائ په بابل کښې دا پېغام سمعياه نحلامى ته راولېږلو،</verse>
				<verse number="25">”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، تا په خپل اختيار سره يو خط صفنياه د معسياه زوئ، اِمام ته، او تا د دې نقل نورو اِمامانو او د يروشلم خلقو ته ولېږلو، چې په کښې تا وليکلو چې،</verse>
				<verse number="26">تۀ مالِک خُدائ د يهويدع په ځائ اِمام جوړ کړې او هغۀ تۀ د خپل کور مشر جوړ کړې. نو تا ته په کار دى چې هر يو ليونے کس چې په دروغو سره نبوت کوى د لرګى په کنده کښې بند کړې او په غاړه کښې ورته د اوسپنې زنځير واچوې.</verse>
				<verse number="27">نو بيا تاسو د عنتوت يرمياه ته زورنه ولې نۀ ده ورکړې، چا چې ستاسو په مينځ کښې د پېغمبرۍ دعوىٰ کوله او خلقو ته يې د پېغمبرۍ خبرې کولې؟</verse>
				<verse number="28">ځکه چې مونږ ته په بابل کښې هغۀ پېغام راولېږلو، او پېشګوئې يې وکړه چې زمونږ په جلاوطنۍ کښې به ډېر وخت لګيږى. نو هغۀ ووئيل، تاسو په دې وجه کورونه جوړ کړئ او هلته په کښې اوسېږئ، باغونه وکَرئ او د هغې مېوې خورئ.“</verse>
				<verse number="29">صفنياه اِمام دا خط يرمياه نبى ته ولوستلو،</verse>
				<verse number="30">او بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو چې،</verse>
				<verse number="31">”ټولو جلاوطنو ته خط ورولېږه او ورته وليکه چې، مالِک خُدائ د سمعياه نحلامى په حقله فرمائى چې، هغۀ د خپل ځان نه تاسو ته پېشګوئې کړې ده، او کۀ څۀ هم چې هغه ما تاسو ته نۀ دے درلېږلے. او هغۀ تاسو داسې تيار کړئ چې د هغۀ په دروغو باندې باور وکړئ.</verse>
				<verse number="32">نو بيا په دې وجه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به سمعياه نحلامى او د دۀ اولاد ته په يقين سره سزا ورکړم. د هغۀ د خاندان نه به څوک هم ژوندى پاتې نۀ شى، او نۀ به هغوئ هغه احسانونه او نعمتونه وګورى کوم چې زۀ د خپل غوره شوى قوم سره کوم، ځکه چې هغۀ زما خلاف خلقو ته د سرکشۍ کولو لمسون وکړو، مالِک خُدائ فرمائى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="30">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته ورکړے شو،</verse>
				<verse number="2">”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې فرمائى چې، ټولې هغه خبرې چې ما تا سره وکړې هغه په يو کِتاب کښې وليکه.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ فرمائى چې، ګوره، نو هغه وخت راروان دے چې زۀ به خپل خلق اِسرائيل او يهوداه د جلاوطنۍ نه بحال کړم او هغه مُلک او ځائ ته به يې واپس راولم کوم چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له په ميراث کښې ورکړے وو او دا به بيا د هغوئ ملکيت وى، دا مالِک خُدائ فرمائى.“</verse>
				<verse number="4">دا هغه خبرې دى چې مالِک خُدائ د اِسرائيل او يهوداه د خلقو په حقله فرمائيلى دى،</verse>
				<verse number="5">”مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ د يرې ژړا اورم، هلته دهشت دے او امن نشته.</verse>
				<verse number="6">نو زۀ به ستاسو نه دا يو تپوس وکړم چې ولې سړى بچى راوړى څۀ؟ نو دا ولې زۀ چې هر يو تکړه سړى ته ګورم نو لکه د يوې بيمارې ښځې په شان چې د ماشوم د پېدا کېدو وخت يې رانزدې شوے وى هغسې يې لاسونه په خپله ګېډه باندې اېښى وى او هر يو لکه د مړى په شان تک زېړ شوى وى؟</verse>
				<verse number="7">افسوس چې هغه ورځ به څومره سخته وى. د هغې ورځې په شان به بله کومه ورځ هم نۀ وى. دا به د يعقوب دپاره سخته ورځ وى، خو په آخر کښې به هغه ترې بچ شى.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، په هغه ورځ به د هغوئ د غاړې نه هغه جغ مات کړم او د زنځيرونو نه به يې خلاص کړم او هغوئ به نور د پردو خلقو غلامان نۀ وى.</verse>
				<verse number="9">خو هغوئ به د خپل مالِک خُدائ او د داؤد د نسل نه د هغه بادشاه خِدمت وکړى، څوک چې به زۀ په هغوئ باندې مقرروم.</verse>
				<verse number="10">بلکې مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمت کوونکيه يعقوبه، مۀ يرېږه. او اے اِسرائيله تۀ مۀ پرېشانه کېږه. زۀ به په يقين سره تا او ستا اولاد په هغه لرې مُلک کښې د جلاوطنۍ نه آزاد کړم. او تۀ به راواپس شې او خير خيريت سره به ژوند کوې. او څوک به تا نۀ شى يرولے.</verse>
				<verse number="11">نو مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم. او زۀ به هغه ټول قومونه مکمل تباه کړم چرته چې ما تاسو خوارۀ وارۀ کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به تاسو په اِنصاف سره تنبيه کړم، او زۀ به تاسو هم داسې بې‌سزا نۀ پرېږدم.</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ستاسو زخمونه خطرناک دى، او ستاسو زخمونه لاعلاجه دى.</verse>
				<verse number="13">داسې څوک نشته چې ستا خيال وساتى، ستا د زخمونو دپاره دارو نشته، ستا دپاره علاج نشته دے.</verse>
				<verse number="14">ستا ټولو ملګرو تۀ هېر کړے يې، هغوئ ستا پرواه نۀ کوى. ما په تا باندې داسې حمله وکړه لکه څنګه چې په دشمن کوم، او د يو ظالم په شان مې سزا درکړه، ځکه چې ستا شرارتونه ډېر غټ دى، او ستا ګناهونه ډېر زيات دى.</verse>
				<verse number="15">نو بيا ولې تاسو په خپلو زخمونو او درد ژړا فرياد کوئ، او تاسو وايئ چې د دې خو هيڅ علاج نشته؟ خو دا ما ستاسو د لويو شرارتونو او ډېرو ګناهونو په وجه درسره وکړل.</verse>
				<verse number="16">خو هر هغه څوک چې تاسو روغ تېروى هغوئ به روغ تېر کړے شى، او ستاسو ټول دشمنان به جلاوطن کړے شى. هر هغه څوک چې تاسو لوټ کوى هغوئ به لوټ کړے شى، او څوک چې په تاسو باندې حمله کوى په هغوئ باندې به حمله وکړے شى.</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو صحت دوباره ښۀ کړم، او ستاسو زخمونو ته به شفا ورکړم. زۀ به دا کار وکړم ځکه چې ما اورېدلى دى چې خلق تا ته ”جلاوطن شوے“ وائى، ”صيون د چا چې څوک هم خيال نۀ ساتى.“</verse>
				<verse number="18">مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به د يعقوب اولاد د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم، د يروشلم تباه شوے ښار به هم هغه ځائ کښې دوباره آباد کړم، او زوړ محل به يې په خپل اصلى ځائ کښې ودروم.</verse>
				<verse number="19">نو په هغه وخت کښې به د هغه خلقو نه د شُکر ګزارۍ حمدونه او د خوشحالۍ آوازونه واورېدلے شى. زۀ به د هغوئ شمېر زيات کړم، او هغوئ به کمولے نۀ شى. زۀ به خلق مجبور کړم چې د هغوئ عزت وکړى، او هغوئ به سپک نۀ شمېرلے کيږى.</verse>
				<verse number="20">د هغوئ ماشومان به لکه د پخوا په شان ژوند کوى، او د هغوئ جماعت به زما په مخکښې قائم شى، او زۀ به هغه ټولو خلقو له سزا ورکړم څوک چې په دوئ باندې ظلم کوى.</verse>
				<verse number="21">د هغوئ مشر به د هغوئ د خپل قوم نه وى، او د هغوئ مشر به د هغوئ د خپلو خلقو نه وى. زۀ به هغه خپل ځان ته نزدې کړم او هغه به ما له راشى، ځکه چې څوک دا جرأت کولے شى چې نابللے راشى؟ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.</verse>
				<verse number="22">نو هغه وخت به تاسو زما خلق يئ او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.“</verse>
				<verse number="23">ګورئ د مالِک خُدائ غصه لکه د طوفان په شان رانازليږى، او د تېزو هواګانو په شان د بدعمله خلقو په سر په غضب سره لګيږى.</verse>
				<verse number="24">او د مالِک خُدائ سخت قهر او غضب به تر هغې پورې وى او واپس به نۀ شى ترڅو چې د هغۀ مقصد پوره شوے نۀ وى. په راتلونکو ورځو کښې به تاسو په دې هر څۀ باندې پوهه شئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="31">
				<verse number="1">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو خُدائ يم، او هغوئ به زما خلق وى.“</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”د بنى اِسرائيلو کوم خلق چې د مرګ نه بچ پاتې شوى وُو ما په هغوئ په بيابان کښې فضل وکړو، کله چې هغوئ د آرام په تلاش کښې روان وُو ما د هغوئ ساتنه وکړه.</verse>
				<verse number="3">ډېر پخوا مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته راڅرګند شو، او ورته يې وفرمائيل چې، ما تاسو سره نۀ ختمېدونکې مينه کړې ده، ما تاسو په خپله مينه او رحم سره خپل ځان ته رانزدې کړئ.</verse>
				<verse number="4">زۀ به تا بيا آباد کړم، او تۀ به بيا آباد شې، اے پېغلې اِسرائيله. تۀ به بيا تمبل راواخلې او بهر به د ګډا دپاره په خوشحالۍ سره راووځې.</verse>
				<verse number="5">تاسو به دوباره د سامريه په غونډو باندې د انګورو باغونه وکَرئ، او څوک چې دا باغونه کَرى هغوئ به يې په مېوه خوشحاله شى.</verse>
				<verse number="6">نو هغه ورځ راروانه ده چې د اِفرائيم د غونډو نه به چوکيداران آوازونه وکړى او وائى به چې، راځئ چې صيون ته د عبادت دپاره او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته لاړ شو.“</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يعقوب دپاره د خوشحالۍ سندرې ووايئ او چغې ووهئ چې بنى اِسرائيل د ټولو نه لوئ قوم دے. مالِک خُدائ ته د حمد و ثناء چغې ووهئ او ووايئ چې، اے مالِکه خُدايه، په بنى اِسرائيلو کښې پاتې شوے خپل قوم دې بچ کړه.</verse>
				<verse number="8">نو زۀ به هغوئ د شمالى مُلک نه واپس راولم او د زمکې د لرو ځايونو نه به يې راغونډ کړم. تر دې چې ړاندۀ، ګوډيان، اُميدوارې ښځې او د ماشوم د پېدا کېدو په حالت کښې ښځې، نو هغوئ ټول به د لوئ قبيلې په شکل کښې دلته بيا راواپس شى.</verse>
				<verse number="9">کله چې هغوئ واپس راشى نو د پښېمانۍ نه به اوښکې د هغوئ په مخ روانې وى او زۀ به هغوئ په ډېره مينه خپلو کورونو ته واپس بوځم، نو زۀ به هغوئ د روانو اوبو په خوا کښې او په هواره لاره بوځم هسې نه چې چرته تيندک وخورى، ځکه چې زۀ د بنى اِسرائيلو پلار يم، او اِفرائيم زما مشر زوئ دے.“</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ فرمائى، ”اے قومونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ، او هغه لرې ساحلى وطنونو ته يې بيان کړئ. هغه چا چې بنى اِسرائيل خوارۀ کړى دى هم هغه به يې راغونډ کړى. لکه څنګه چې شپونکے د خپلې رمې ساتنه کوى هم داسې به هغه د هغوئ خيال ساتى.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ به د بنى اِسرائيلو فديه ورکړى او هغوئ به د هغه کسانو نه آزاد کړى چې د دوئ نه زورَور دى.</verse>
				<verse number="12">هغوئ به راشى او پاس د صيون په غرۀ به د خوشحالۍ چغې ووهى، او هغوئ به د مالِک خُدائ په برکتونو لکه غله دانه، مے، تېل، او د رمو په زياتولو خوشحاله شى. د هغوئ ژوند به لکه د سيرابه باغ په شان وى، او هغوئ به نور غمژن نۀ شى.</verse>
				<verse number="13">نو پېغلې به د خوشحالۍ نه ګډيږى، ځوانان او بوډاګان به هم خوشحالى کوى. زۀ به د هغوئ غم په خوشحالۍ باندې بدل کړم، او زۀ به هغوئ له تسلى ورکړم، او زۀ به د هغوئ خفګان په خوشحالۍ بدل کړم.</verse>
				<verse number="14">زۀ به د هغوئ اِمامان په غوړو زېړو خوراکونو ماړۀ کړم، او زما خلق به زما په نعمتونو باندې ماړۀ پټ شى. مالِک خُدائ دا فرمائى.“</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په راما کښې د چغو آواز واورېدلے شو، د ماتم او لوئ ژړا آواز. راحيل په خپلو بچو باندې ژړا کوى، هيڅ قسم تسلى نۀ قبلوى ځکه چې د هغې ماشومان غېب کړے شوى دى.“</verse>
				<verse number="16">خو مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ژړا او اوښکې توېدل بس کړئ، تاسو ته به د خپلو کارونو اجر مِلاو شى.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ستاسو ماشومان به د دشمن د مُلک نه راواپس شى.“</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ستا د راتلونکى ژوند دپاره اُميد شته دے، ستاسو ماشومان به خپل مُلک ته بيا واپس راشى.</verse>
				<verse number="18">د اِفرائيم ژړا او فرياد ما ته رارسېدلے دے، تا ما ته تربيت راکړو چې په لاره شم، لکه د ناجوته سخى په شان دې تربيت راکړو او زۀ اوس په لاره شوے يم. ما دې خپل حضور ته واپس راوله، نو زۀ به واپس راشم، ځکه چې تۀ زما مالِک خُدائ او خُدائ پاک يې.</verse>
				<verse number="19">ستا نه د اوړېدو نه پس مونږ توبه وکړه، د پوهېدو نه وروستو مونږ خپله سينه ووهله. مونږ چې کوم کم عقل کارونه په ځوانۍ کښې کړى وُو د هغې په وجه سپک او شرمنده شُو.“</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ولې اِسرائيل تر اوسه زما محبوب زوئ نۀ دے څۀ په چا کښې چې زۀ خوشحالېږم؟ کۀ څۀ هم چې زۀ د دۀ خلاف بار بار خبرې کوم، نو بيا هم هغه يادوم. نو په دې وجه زما زړۀ ورپسې زهيريږى، زما په زړۀ کښې د دۀ دپاره ډېر رحم دے.</verse>
				<verse number="21">اے زما قومه، تاسو د تلو په وخت په خپله لار داسې نښې ودروئ چې د هغې نه په واپسۍ کښې خلقو ته د صحيح لارې پته ولګى. اے پېغلې اِسرائيله راوګرځه، خپلو ښارونو ته راوګرځه.</verse>
				<verse number="22">اے زما بې‌وفا لورې، تۀ به ترڅو پورې سرګردانه ګرځې؟ مالِک خُدائ به يو نوے کار وکړى او هغه دا دے چې بنى اِسرائيل به خپل مالِک خُدائ ته غاړه ورکړى.“</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”کله چې زۀ هغوئ د غلامۍ نه واپس راولم، په يهوداه او د هغې په ښارونو کښې به هغوئ بيا داسې ووائى چې، اے د صداقت ځايه، اے مقدس غره، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى.</verse>
				<verse number="24">ښاريان او زمينداران او شپونکى به د خپلو رمو سره په شريکه د يهوداه په مُلک کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="25">زۀ به ستړو ستومانو ته طاقت ورکړم او مړاوى شوى به تازه کړم.</verse>
				<verse number="26">نو کله چې زۀ راپاڅېدم او خپلې سترګې مې پرانستلې، نو زۀ پوهه شوم چې په خوږ خوب اودۀ وم.“</verse>
				<verse number="27">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځ راروانه ده چې زۀ به د اِسرائيل او يهوداه او د هغوئ د ځناورو نسلونه زيات کړم.</verse>
				<verse number="28">او لکه څنګه چې ما هغوئ د بېخ نه راويستل، او ټوکړې ټوکړې مې کړل، او راومې غورزول، او تباه مې کړل او افتونه مې پرې نازل کړل، نو دغه شان به زۀ هغوئ دوباره آباد او قائم کړم.</verse>
				<verse number="29">په هغه ورځو کښې به نور خلق داسې نۀ وائى چې، تراوۀ انګور يې پلارانو وخوړل، او غاښونه يې د بچو وبرېښېدل.</verse>
				<verse number="30">خو هر سړے به د خپلې ګناه په وجه مړ کيږى، هر څوک چې تراوۀ انګور وخورى هم د هغۀ غاښونه به برېښيږى.“</verse>
				<verse number="31">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه وخت راروان دے چې کله زۀ د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو سره يو نوے لوظ وکړم.</verse>
				<verse number="32">دا به د هغه لوظ په شان نۀ وى کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما هغوئ د لاس نه ونيول او د مِصر نه مې بهر وويستل، ځکه چې هغوئ ما سره کړے لوظ مات کړو، کۀ څۀ هم چې زما مثال هغوئ ته د وفادار خاوند په شان وو. مالِک خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="33">خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بنده ګان وى.</verse>
				<verse number="34">نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى. زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“</verse>
				<verse number="35">مالِک خُدائ داسې فرمائى، هغه څوک چې نمر په دې مقرروى چې د ورځې وځليږى، او هغه چا چې سپوږمۍ او ستورى مقرر کړل چې د شپې وځليږى، څوک چې سمندر راپاڅوى چې د هغې چپې شور وکړى نو د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.</verse>
				<verse number="36">مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ترڅو پورې د کائنات دا نظام موجود وى، نو تر هغه وخته پورې به د بنى اِسرائيلو قوم زما د وړاندې قائم وى.“</verse>
				<verse number="37">مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لکه څنګه چې د آسمان د ناپ تول اندازه نۀ شى لګولے او د زمکې د بنياد اندازه نۀ شى معلومولے نو زۀ به هم د اِسرائيل د ګناهونو په وجه د هغوئ نه اِنکار ونۀ کړم.“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.</verse>
				<verse number="38">”هغه ورځ راتلونکى ده،“ مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کله چې دا ښار د حنن‌ايل د برج نه واخله تر د ګوټ د دروازې پورې به دوباره زما دپاره آباد شى.</verse>
				<verse number="39">او د هغه ځائ نه به سيدها د ښار حدود جارب غونډۍ پورې ورسيږى او بيا به د جوعه طرف ته راتاو شى.</verse>
				<verse number="40">نو بيا به ټوله دره چرته چې د مړو لاشونه او ايرې غورزولے شى او هغه ټوله زمکه د کومې مېدانونه چې د قِدرون د درې د نمرخاتۀ پورې پراتۀ دى، او د آسونو د دروازې پورې، ټوله به مالِک خُدائ ته مقدسه وى. دا ښار به هيڅکله بيا د بېخ نه راونۀ ويستلے شى او نۀ به تباه شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="32">
				<verse number="1">د يهوداه د مُلک د صدقياه بادشاه د بادشاهۍ په لسم کال کوم چې اتلسم کال د نبوکدنضر د بادشاهۍ وو، د مالِک خُدائ کلام يرمياه ته ورکړے شو.</verse>
				<verse number="2">په هغه وخت کښې چې د بابل د بادشاه لښکرو د يروشلم نه ګېره اچولې وه نو يرمياه په دې ورځو کښې د يهوداه د شاهى محل دننه په فوجى چاوڼۍ کښې بند وو.</verse>
				<verse number="3">نو صدقياه بادشاه هغه هلته قېد کړو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ ولې دا پېشګوئې کوې؟ چې مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ دا ښار د بابل بادشاه ته حواله کوم نو بيا به هغه په دې ښار قبضه وکړى.</verse>
				<verse number="4">صدقياه بادشاه به د بابليانو د لاس نه ونۀ تښتى، او هغه به په يقين سره د بابل بادشاه ته حواله کړے شى، او هغه به دۀ سره مخامخ خبرې وکړى او دے به يې په خپلو سترګو سره وګورى.</verse>
				<verse number="5">هغه به صدقياه بابل ته بوځى او هغه به تر هغې پورې هلته پاتې وى چې ترڅو مې ورسره خپل عمل نۀ وى کړے، مالِک خُدائ فرمائى. کۀ چرې تۀ د بابليانو خلاف جنګ وکړې، نو تۀ به کامياب نۀ شې.“</verse>
				<verse number="6">يرمياه وفرمائيل چې، ”نو په دغه وخت کښې د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې</verse>
				<verse number="7">ستا د ترۀ زوئ حنم‌ايل د سلوم زوئ به تا له راشى او درته به وائى چې په عنتوت کښې زما زمکه واخله، ځکه چې تۀ زما نزدې خپلوان يې نو اول د اخستو حق ستا دے او دا ستا فرض هم جوړيږى چې تۀ يې واخلې.</verse>
				<verse number="8">نو بيا لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، زما د ترۀ زوئ حنم‌ايل فوجى چاوڼۍ ته راغلو او هغۀ ووئيل چې په عنتوت کښې زما زمکه واخله کومه چې د بنيامين په علاقه کښې ده. ځکه چې دا ستا حق دے چې تۀ يې خلاصه کړې او د خپل ځان دپاره يې واخلې. نو زۀ په دې پوهه شوم چې مالِک خُدائ ما سره په هم دې حقله خبره کړې وه.</verse>
				<verse number="9">نو بيا ما هغه زمکه د ترۀ زوئ حنم‌ايل نه د اوولسو سپينو زرو سيکو په بيعه واخستله.</verse>
				<verse number="10">ما د ګواهانو په وړاندې د هغه زمکې انتقال نامه وليکله او په هغې مې دستخط وکړو او مهر مې پرې ولګولو او هغه سپين زر مې په تله کښې وتلل.</verse>
				<verse number="11">بيا ما د مهر شوې انتقال نامې چې د خرڅولو ټول اصُول او شرائط په کښې درج شوى وُو او هم يوه غېر مهر شوې کاپې راواخسته.</verse>
				<verse number="12">او دواړه مې باروک د نيرياه زوئ او د محسياه نمسى ته د حنم‌ايل او د هغه ګواهانو چا چې په انتقال دستخط کړے وو او د هغه ټولو خلقو په موجودګۍ کښې چې په فوجى چاوڼۍ کښې ناست وُو حواله کړل.</verse>
				<verse number="13">د هغه ټولو کسانو په مخکښې ما باروک ته هدايت ورکړو چې،</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، د سودا دا دواړه کاغذونه واخله چې په يو باندې مهر شته او په بل نشته او دواړه په خاورين منګى کښې واچوه ترڅو چې د ډېر وخت دپاره محفوظ پاتې شى.</verse>
				<verse number="15">نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، په دې مُلک کښې به بيا کورونه، پټى او د انګورو باغونه اخستل کيږى.“</verse>
				<verse number="16">”د هغې نه وروستو کله چې ما د زمکې کاغذونه باروک د نيرياه زوئ له ورکړل نو بيا ما دُعا وکړه،</verse>
				<verse number="17">اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، تا په خپل لوئ طاقت او قُدرت سره او په خپل زورَور لاس سره آسمان او زمکه جوړ کړل. ستا دپاره يو کار هم ناممکن نۀ دے.</verse>
				<verse number="18">تۀ زرګونو خلقو سره مينه کوې، خو د مور پلار د ګناهونو په وجه تۀ د هغوئ بچو له سزا ورکوې. اے عظيم او طاقتور خُدايه، د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے،</verse>
				<verse number="19">ستا مقصد عظيم او ستا کارونه زورَور دى. ستا سترګې د انسان ټولې لارې وينى، او تۀ هر يو ته د خپل چال چلن او عمل په مطابق اجر ورکوې.</verse>
				<verse number="20">تا په مِصر کښې معجزې او حېرانونکى کارونه کړى دى، او ستا دا سلسله په بنى اِسرائيلو او په ټولو انسانانو کښې تر ننه پورې راروانه ده، او تر نن ورځ پورې تا خپل نوم ته جلال ورکړو.</verse>
				<verse number="21">تا په خپل زورَور لاس، لوئ دهشت، عجيبه کارونو او معجزو سره خپل خلق بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل.</verse>
				<verse number="22">تا هغوئ ته هغه زرخيزه زمکه ورکړه د کومې دې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره وړاندې وعده کړې وه.</verse>
				<verse number="23">خو چې کله زمونږ پلار نيکۀ په دې مُلک کښې داخل شول او په دې يې قبضه وکړه نو هغوئ نۀ ستا واورېدل او نۀ يې ستا د شريعت پيروى وکړه. او هغوئ په هغه څۀ باندې عمل ونۀ کړو د کوم چې ورله تا حکم کړے وو. نو بيا ځکه تا دا ټول افتونه په هغوئ رانازل کړل.</verse>
				<verse number="24">وګورئ چې بابليانو د ښار د نيولو دپاره ګېرچاپېره څنګه د خاورو ډېرى جوړ کړل. د جنګ، قحط او وبا په وجه به دا ښار بابليانو ته څوک چې پرې حمله کوى حواله شى. تا چې څۀ وئيلى وُو نو هغه کارونه وشول، اوس يې په خپله وګوره.</verse>
				<verse number="25">خو اے مالِکه خُدايه زما ربه تۀ هغه ذات يې چې ما ته دې حُکم راکړو چې د ګواهانو په مخکښې هغه زمکه واخله، سره د دې چې د ښار حالت داسې خراب وو چې بابليانو نيولو.“</verse>
				<verse number="26">نو بيا د مالِک خُدائ له طرفه دا پېغام يرمياه ته راغلو چې،</verse>
				<verse number="27">”زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم، او د ټولو مخلوقاتو رب العالمين يم. آيا داسې کار شته چې د هغې کول زما دپاره ناممکن وى؟</verse>
				<verse number="28">نو ځکه زۀ دا ښار د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ لښکر ته حواله کوم، نو هغوئ به دا قبضه کړى</verse>
				<verse number="29">او د دېوال نه اخوا بابليان به راشى او په دې ښار به اور بل کړى. هغوئ به ټول کورونه وسوزوى، چرته چې خلقو زۀ په دې غصه کړم چې د کوټو په چتونو يې بعل ته خوشبويۍ وسوزولې او نورو معبودانو ته يې د څښلو نذرانې پېش کړې.</verse>
				<verse number="30">نو د اِسرائيل او د يهوداه خلقو د ځوانۍ نه واخله تر اوسه پورې د شرارت نه بغېر بل کوم کار نۀ دے کړے او هر وخت يې زۀ په خپل کردار سره غصه کړے يم.</verse>
				<verse number="31">د کومې ورځې نه چې دا ښار جوړ شوے دے نو د هغې ورځې نه تر ننه پورې زۀ دې خلقو غصه کړے او په قهر کړے يم. نو ځکه زۀ دا ښار د خپل مخ نه اخوا کوم.</verse>
				<verse number="32">د اِسرائيل او د يهوداه خلقو زۀ په هغه ټولو شرارتونو کوم چې دوئ وکړل غصه کړم کۀ هغه بادشاهانو، آفسرانو، مشرانو، اِمامانو او کۀ نبيانو هم کړى وى.</verse>
				<verse number="33">زما خلقو ما ته شا کړې ده، او ما ته د کتلو نه يې اِنکار کړے دے، سره د دې چې ما بار بار په نرمۍ سره هغوئ ته تعليم ورکړے دے، خو هغوئ زما خبرو ته غوږ نۀ دے نيولے او نۀ يې زما اصلاح قبوله کړې ده.</verse>
				<verse number="34">هغوئ خپل حرام بُتان زما په کور کښې اېښى دى، کوم کور چې زما د عبادت دپاره جوړ شوے وو او هغوئ په دې زما کور پليت کړے دے.</verse>
				<verse number="35">هغوئ د هنوم په وادۍ کښې بعل ته علاقائى عبادتخانې د دې دپاره جوړې کړې چې مولک بُت ته خپل زامن او لوڼه قربانى کړى. نۀ خو ما هغوئ له د داسې کولو حُکم ورکړو او نۀ زما ذهن ته داسې خرابه خبره راغلې ده چې هغوئ به داسې په بد او پليت کار کولو سره يهوداه ګناه ګار کړى.“</verse>
				<verse number="36">”تاسو وايئ چې، دا ښار به د جنګ، قحط، او وبا په وجه د بابل بادشاه قبضه کړى، خو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د دې ښار په حقله فرمائى چې،</verse>
				<verse number="37">زۀ به په يقين سره خپل غوره شوى خلق د ټولو مُلکونو نه واپس دې ځائ ته راولم کوم چې ما د خپلې غصې او لوئ غضب په وخت کښې خوارۀ وارۀ کړى وُو. او هغوئ به واپس راولم او په دې ځائ کښې به نور په امن او سکون سره اوسيږى.</verse>
				<verse number="38">بيا به هغوئ زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="39">زۀ به هغوئ ته د زړۀ او د سوچ يووالے ورکړم چې د خپل ځان د خوشحالۍ او د خپل نسل د آبادۍ او سکون دپاره به زما نه همېشه يريږى.</verse>
				<verse number="40">زۀ به د هغوئ سره ابدى لوظ وکړم، چې زۀ به د هغوئ سره ښېګړه کول هيڅکله نۀ پرېږدم. او زۀ به خپله يره د هغوئ په زړُونو کښې واچوم، ترڅو چې نور هغوئ ما نه لرې لاړ نۀ شى.</verse>
				<verse number="41">هغوئ ته په برکت ورکولو سره ما ته خوشحالى ملاويږى، او زۀ به په وفادارۍ او پوره زړۀ سره هغوئ په دې مُلک کښې دوباره آباد کړم.</verse>
				<verse number="42">لکه څنګه چې ما په دې خلقو دا لوئ افت راوستو، نو دغه شان به زۀ دوئ ته هغه ټولې سوکالۍ هم ورکړم د کومې چې ما هغوئ سره وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="43">نو يو ځل به بيا په دې مُلک کښې زمکې واخستلے شى، د کوم چې تاسو وايئ چې دا خو صحرا او بې‌کاره زمکه ده، بغېر د انسانانو او ځناورو، ځکه چې دا خو بابليانو ته په قبضه کښې ورکړے شوې وه.</verse>
				<verse number="44">آو، د بنيامين په علاقه، د يروشلم په خوا او شا، د يهوداه په ښارونو، غريزه علاقو، د غرونو په کلو، مغربى صحراګانو او په نجب کښې به زمکې د سپينو زرو سيکو باندې اخستلے کيږى او مهر شوى انتقالونه او ګواهان به په کښې نيولے کيږى، ځکه چې زۀ به دا قوم د غلامۍ نه واپس راولم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="33">
				<verse number="1">يرمياه چې لا د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بند وو نو د مالِک خُدائ پېغام په دوېم ځل هغۀ ته راغلو،</verse>
				<verse number="2">”مالِک خُدائ چا چې، زمکه جوړه کړه، او هغې ته يې شکل ورکړو او قائمه يې کړه او د چا نوم چې مالِک خُدائ دے هغه فرمائى،</verse>
				<verse number="3">د مدد دپاره ما ته ووايه او زۀ به جواب درکړم او زۀ به تا ته هغه لوئ او پټ رازونه او خبرې څرګندې کړم چې تۀ پرې نۀ پوهېږې.</verse>
				<verse number="4">نو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، تاسو د ښار کورونه او تر دې چې شاهى محل هم راوغورزولو د دې دپاره چې د دشمن د محاصرې او حملې په وخت کښې تاسو د هغې په ملبې خپل د خاورو ډېرو دېوالونه مضبوط کړئ.</verse>
				<verse number="5">د بابليانو سره په جنګ کولو کښې به دا ښار او د دې کورونه د خلقو د مړو د لاشونو نه ډک کړم. زۀ به دوئ په خپل قهر او غضب کښې تباه کړم. زۀ به د دې ښار نه د دوئ د ګناهونو په وجه خپل مخ پټ کړم.</verse>
				<verse number="6">خو باوجود د دې به هغه وخت راشى چې زۀ به د يروشلم زخمونو ته شفا ورکړم او هغې ته به حقيقى امن او سکون ورکړم.</verse>
				<verse number="7">زۀ به يهوداه او اِسرائيل د غلامۍ نه واپس راولم او هغوئ به بيا هغه شان آباد کړم لکه څنګه چې هغوئ وړاندې وُو.</verse>
				<verse number="8">زۀ به هغوئ د هغه ټولو ګناهونو نه پاک کړم کوم چې هغوئ زما خِلاف کړى دى، او زۀ به د هغوئ هغه سرکشى معاف کړم کومه چې هغوئ زما خلاف کړې ده.</verse>
				<verse number="9">نو بيا به دا ښار ما ته د ټولې دُنيا د خلقو په وړاندې خوشحالى، شُهرت، او عزت راکړى، کله چې دوئ د هغه ټولو ښۀ څيزونو په حقله واورى کوم چې زۀ د يروشلم سره کوم. او خلق به د دې ټول امن او آبادۍ نه متاثره شى او د يرې نه به په لړزان شى.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو د دې ځائ په حقله وايئ چې، دا ځائ خو د صحرا په شان دے چې په کښې نه انسان او نه ځناور شته. خو د يهوداه ښارونه او د يروشلم کوڅې خالى دى کومې چې په ميرو بدلې شوې چې نۀ په کښې انسان او نۀ په کښې ځناور شته، نو يو ځل بيا به هلته،</verse>
				<verse number="11">د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ څۀ هم چې دا مُلک اوس د صحرا په شان دے او د انسانانو او ځناورو نه خالى دے خو په دې کښې به بيا د څرن زمکه راپېدا شى چې شپونکى به ورته خپلې رمې څرولو دپاره راولى.</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ فرمائى چې، د غريزه مُلک په ښارونو، او د غونډو په شا او خوا، او د نجب په صحرا، د بنيامين په علاقه کښې، د يروشلم په شا او خوا، او د يهوداه په ښارونو کښې به شپونکى يو ځل بيا خپل ګډورى وشمارى.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ فرمائى چې، هغه وخت راتلونکے دے چې زۀ به خپله هغه مهربانه وعده پوره کړم چې کومه ما د يهوداه او د اِسرائيل سره کړې وه.</verse>
				<verse number="15">په هغه وخت کښې به زۀ د داؤد د اولاد نه يوه صادقه څانګه راوټوکوم، هغه به په ټول مُلک کښې هغه کارونه کوى کوم چې د اِنصاف او صداقت وى.</verse>
				<verse number="16">په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او يروشلم به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، د داؤد په اولاد کښې به همېشه يو کس د بنى اِسرائيلو په تخت ناست وى.</verse>
				<verse number="18">او هم داسې به اِمامان همېشه د ليوى قبيلې نه وى څوک به چې تل زما خِدمت کوى او ما ته به سوزېدونکې نذرانې، او د غلو نذرانې او قربانۍ پېش کوى.“</verse>
				<verse number="19">نو بيا د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته راغلو چې،</verse>
				<verse number="20">”مالِک خُدائ فرمائى چې، کۀ چرې تاسو زما لوظ د ورځې او د شپې د مقرر شوى نظام په حقله ماتولے شئ، چې شپه او ورځ په خپل مقرر شوى وخت رانۀ شى</verse>
				<verse number="21">نو بيا به هغه وخت زما لوظ زما د خِدمتګار داؤد سره او زما لوظ د ليويانو سره چې زما اِمامان دى او زما په حضور کښې خِدمت کوى به هم ماتېدے شى، نو بيا به د داؤد اولاد کښې نور څوک نۀ وى چې د هغۀ په تخت بادشاهى وکړى.</verse>
				<verse number="22">زۀ به د خپل خِدمتګار داؤد نسل او ليويان کوم چې زما اِمامان دى او زما په وړاندې خِدمت کوى د آسمان د ستورو او د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره زيات کړم.“</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ بل پېغام يرمياه ته ورکړو،</verse>
				<verse number="24">”آيا تا د خلقو خبرو ته غوږ نۀ دے نيولے چې هغوئ وائى، مالِک خُدائ اوس هغه دوه قومونه رد کړى دى کوم چې اول هغۀ غوره کړى وُو؟ نو هغوئ زما د قوم سپکوالے کوى او د يو قوم په حيثيت يې نۀ منى.</verse>
				<verse number="25">خو مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې ما د ورځې او د شپې سره لوظ نۀ وو کړے او د زمکې او آسمان نظام مې نۀ وو جوړ کړے،</verse>
				<verse number="26">نو بيا به زۀ د يعقوب او د خپل خِدمتګار داؤد اولاد نامنظور کړم، او نۀ به د يعقوب او د داؤد د اولاد نه څوک خوښ کړم چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب په اولاد حکومت وکړى. ځکه چې زۀ به هغوئ د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="34">
				<verse number="1">کله چې د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ ټولو لښکرو او د هغۀ د بادشاهت د لاندې ټولو مُلکونو چې په يروشلم او د هغۀ په خوا او شا ښارونو باندې حمله کوله نو د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته ورکړے شو.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يرمياه ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د يهوداه بادشاه صدقياه ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ دا ښار د بابل بادشاه ته حواله کړم، او هغه به اوس دې ښار ته اور واچوى.</verse>
				<verse number="3">تۀ به د هغۀ د ګرفتارى نه ونۀ تښتې بلکې په يقين سره به تۀ ګرفتار شې او هغۀ ته به حواله کړے شې. تۀ به د بابل بادشاه په خپلو سترګو ووينې، او هغه به تا سره مخامخ خبرې وکړى. او هغه به تا بابل ته جلاوطن کړى.</verse>
				<verse number="4">نو بيا اے صدقياه د يهوداه بادشاه، ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ ستا په حقله فرمائى چې، تۀ به په جنګ کښې قتل نۀ شې،</verse>
				<verse number="5">بلکې تۀ به په خپل عام مرګ باندې مړ شې. څنګه چې خلقو ستا د پلار نيکۀ د جنازې د عزت دپاره خوشبو سوزوله څوک چې ستا نه وړاندې بادشاهان وُو، نو دغه شان به خلق ستا د جنازې د عزت دپاره خوشبو وسوزوى. او هغوئ به ماتم کوى او وائى به چې، افسوس، اے زمونږه بادشاه، تۀ مړ شوې. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“</verse>
				<verse number="6">نو بيا يرمياه پېغمبر دا پېغام د يهوداه بادشاه صدقياه ته په يروشلم کښې ورکړو.</verse>
				<verse number="7">په هغه وخت کښې د بابل بادشاه لښکرو د يروشلم او د يهوداه د نورو ښارونو په خلاف جنګ کولو کوم چې لکيس او عزيقه وُو. صرف دا مضبوط ښارونه وُو چې د قبضې نه پاتې شوى وُو.</verse>
				<verse number="8">د مالِک خُدائ دا پېغام يرمياه ته ورکړے شو پس د دې نه چې صدقياه بادشاه او د يروشلم ټولو خلقو د غلامانو د آزادولو دپاره لوظ وکړو</verse>
				<verse number="9">او ټولو په دې اتفاق وکړو چې هر څوک به خپل عبرانى غلامان او وينځې آزادوى، او هيڅ څوک به خپل د مُلک سړے يا ښځه بند نۀ ساتى.</verse>
				<verse number="10">ټولو مشرانو او خلقو چا چې هم دا لوظ کړے وو هغوئ دا خبره ومنله چې هغوئ به خپل غلامان او وينځې آزادوى او نور به هغوئ په خپله قبضه کښې نۀ ساتى او هغوئ يې آزاد کړل.</verse>
				<verse number="11">خو وروستو هغوئ خپله فېصله بدله کړه، هغوئ آزاد شوى غلامان واپس راوستل او هغوئ يې بيا په زور سره دوباره خپل غلامان او وينځې جوړ کړل.</verse>
				<verse number="12">نو بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو،</verse>
				<verse number="13">”ما ستاسو د پلار نيکۀ سره لوظ وکړو کله چې ما هغوئ د مِصر نه د غلامۍ د مُلک نه رابهر او آزاد کړل. نو ما وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="14">په هر يو اوؤم کال تاسو هر هغه عبرانى چې خپل ځان يې په تاسو خرڅ کړے دے آزاد کړئ. د شپږ کاله د خِدمت کولو نه وروستو، نو په کار دے چې تاسو هغه آزاد کړئ او رُخصت يې کړئ. خو ستاسو پلار نيکۀ زما خبرو ته نۀ غوږ ونيولو او نۀ يې ورته توجو ورکړه.</verse>
				<verse number="15">خو اوس تاسو پښېمانه شوئ او توبه مو وويستله او خپله فېصله مو بدله کړه او هغه کار مو وکړو چې څۀ زما په نظر کښې صحيح وو، او تاسو هر يو د خپلو غلامانو د آزادولو اعلان وکړو. او دا چې تاسو زما په کور کښې چې زما د نوم مهر پرې لګولے شوے دے ما سره لوظ وکړو.</verse>
				<verse number="16">خو تاسو بيا خپله فېصله بدله کړه او زما د نوم بې‌حرمتى مو وکړه، او تاسو بيا هر يو سړے غلام او ښځه مو واپس وينځه کړه څوک چې تاسو آزاد کړى وُو. نو بيا تاسو هغوئ په زور سره دوباره غلامان او وينځې کړل.</verse>
				<verse number="17">نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو زما پيروى ونۀ کړه، تاسو د خپل مُلک خلقو ته د آزادۍ اعلان ونۀ کړو. نو زۀ اوس بيا تاسو ته دغه شان د آزادۍ اعلان کوم. مالِک خُدائ فرمائى چې ستاسو آزادى به داسې وى چې زۀ به تاسو په تُورې، وبا او قحط باندې مړۀ کړم. زۀ به تاسو ټولې دُنيا ته د عبرت او د يرې سبب وګرځوم.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې تاسو ما سره د لوظ شرائط مات کړل نو زۀ به تاسو هم دوه ځايه کړم لکه څنګه چې تاسو سخى دوه ځايه کړى وُو او د هغې په مينځ کښې تېر شوئ.</verse>
				<verse number="19">آو، زۀ به تاسو په مينځ وشلوم، هغه کۀ تاسو د يهوداه او يروشلم آفسران، د دربار خصيان آفسران، اِمامان او يا عام خلق هم يئ، ځکه چې تاسو ما سره خپل لوظ مات کړو.</verse>
				<verse number="20">نو زۀ به مو خپلو دشمنانو ته حواله کړم څوک چې ستاسو مرګ پسې ګرځى. ستاسو د مړو لاشونه به د هوا د مارغانو او د ګيدړانو خوراک کړم.</verse>
				<verse number="21">زۀ به د يهوداه بادشاه صدقياه او د هغۀ آفسران هم د هغوئ دشمنانو ته حواله کړم څوک چې د هغوئ مرګ پسې ګرځى. کۀ څۀ هم چې د بابليانو د بادشاه لښکرو خپلې حملې ستاسو خلاف بندى کړى دى،</verse>
				<verse number="22">مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به هغوئ ته حُکم ورکړم او بيا به زۀ هغوئ واپس دې ښار ته راولم. هغوئ به ستاسو خلاف جنګ وکړى او هغوئ به دا ښار قبضه کړى او وبه يې سوزوى. او زۀ به د يهوداه ښارونه وران او تباه کړم نو بيا به څوک هم هلته نۀ اوسيږى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="35">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته د يهويقيم د يوسياه د زوئ د حکومت په دوران کښې ورکړے شو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="2">”د ريکاب خاندان ته لاړ شه او هغوئ ته دعوت ورکړه چې د مالِک خُدائ کور ته راشى نو بيا هغوئ هلته يوې کوټې ته بوځه او د څښلو دپاره ورله مے ورکړه.“</verse>
				<verse number="3">نو بيا زۀ يازنياه د يرمياه زوئ او د حبصنيا نمسى ته او د هغۀ زامنو او وروڼو او د ريکاب مکمل خاندان ته ورغلم.</verse>
				<verse number="4">ما هغوئ ټول د مالِک خُدائ کور ته او د يجدليا د زوئ حنان پېغمبر او د هغۀ د زامنو کوټې ته راوستل چې د خُدائ پاک خادِم وو. دا کوټه د آفسرانو د کوټې سره خوا کښې او د معسياه د سلوم زوئ چې چوکيدار وو د هغۀ د کوټې دپاسه وه.</verse>
				<verse number="5">نو بيا ما جامونه سره د پيالو راواخستل او د ميو نه مې ډک کړل او هغه مې د ريکاب خاندان ته پېش کړل او ورته مې ووئيل چې، ”راشئ او مے وڅښئ.“</verse>
				<verse number="6">خو هغوئ راته په جواب کښې ووئيل چې، ”مونږ مے نۀ څښو، ځکه چې زمونږ نيکۀ يوندب د ريکاب زوئ مونږ ته دا حکم راکړے دے چې تاسو او ستاسو اولاد دې کله هم مے نۀ څښى.</verse>
				<verse number="7">او تاسو کورونه مۀ جوړَوئ، او تخم مۀ کَرئ، او مۀ د انګورو باغونه کَرئ او تاسو چې هيڅکله دا کارونه ونۀ کړئ، او ضرورى ده چې په خپلو خېمو کښې اوسېږئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه تر ډېره وخته پورې ژوندى پاتې شئ چرته چې تاسو د مسافرو په شان ژوند کوئ.</verse>
				<verse number="8">مونږ د هغه هر څۀ تابع يُو د څۀ چې مونږ ته زمونږ نيکۀ يوندب د ريکاب زوئ تعليم راکړے دے. نۀ خو مونږ او نۀ زمونږ ښځو او نۀ زمونږ زامنو لوڼو کله مے څښلى دى.</verse>
				<verse number="9">او نۀ مونږ د اوسېدو دپاره کورونه جوړ کړى او نۀ مو د انګور باغ، پټى يا فصلونه کَرلى دى.</verse>
				<verse number="10">مونږ په خېمو کښې اوسېدلو او په هر هغه څۀ مو پوره عمل کړے دے څۀ چې مونږ ته زمونږ نيکۀ يوندب حکم کړے وو.</verse>
				<verse number="11">خو کله چې نبوکدنضر بادشاه په دې مُلک باندې قبضه وکړه، مونږ ووئيل، راځئ چې، مونږ يروشلم ته د بابليانو او د شام د لښکرو نه وتښتُو. نو بيا ځکه مونږ په يروشلم کښې پاتې شُو.“</verse>
				<verse number="12">نو بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو، او وې فرمائيل چې،</verse>
				<verse number="13">”دا هغه کلام دے چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، لاړ شه او د يهوداه سړو او د يروشلم خلقو ته ووايه چې، آيا تاسو د دې نه سبق نۀ زده کوئ او زما د کلام پيروى نۀ کوئ؟</verse>
				<verse number="14">يوندب د ريکاب زوئ خپلو بچو ته حکم وکړو چې مے مۀ څښئ نو هغوئ د هغۀ دا حکم ومنلو. تر نن ورځ پورې چا هم په هغوئ کښې مے ونۀ څښل، ځکه چې هغوئ د خپل پلار نيکۀ د حکم پيروى کوى. خو ما تاسو سره په څو څو ځله خبرې وکړې خو تاسو زما د خبرو پيروى ونۀ کړه.</verse>
				<verse number="15">ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.</verse>
				<verse number="16">يوندب چې د ريکاب زوئ د هغۀ اولاد د خپل پلار حُکم ومنلو او د هغې پيروى يې وکړه، خو تاسو خلقو زما خبره ونۀ منله.</verse>
				<verse number="17">نو د دې په وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ما ته غوږ شئ‎. زۀ اوس د يهوداه او د يروشلم په ټولو خلقو باندې هغه ټول افتونه راولم د کومو چې ما د هغوئ خلاف اعلان کړے دے. ما هغوئ ته ووئيل، خو هغوئ غوږ ونۀ نيولو. ما هغوئ ته آواز وکړو، خو هغوئ ما ته جواب رانۀ کړو.“</verse>
				<verse number="18">نو يرمياه د ريکاب خاندان ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، تاسو خو د خپل پلار نيکۀ يوندب حکم ومنلو او د هغۀ د ټولو هداياتو مو تابعدارى وکړه او په هر هغه څۀ باندې مو عمل وکړو چې هغۀ درته وئيلى وُو.</verse>
				<verse number="19">نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، د يوندب د ريکاب د زوئ په خاندان کښې به همېشه يو سړے داسې وى چې زما خِدمت به کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="36">
				<verse number="1">په يهوداه کښې د يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال، مالِک خُدائ يرمياه ته پېغام ورکړو چې،</verse>
				<verse number="2">”يو طومار راواخله او په هغې زما ټول کلام کوم چې ما درته د يهوداه، د اِسرائيل او د ټولو قومونو په خلاف د يوسياه د بادشاهۍ د وخت نه تر اوسه پورې نازل کړے دے وليکه.</verse>
				<verse number="3">شايد چې د يهوداه خلق د هغه ټولو افتونو په حقله واورى کوم چې زما په هغوئ د راوستلو نيت دے، نو کۀ هر يو د خپلې بدعملۍ نه راوګرځى نو بيا به زۀ د هغوئ ګناهونه او بدعملونه معاف کړم.“</verse>
				<verse number="4">نو بيا يرمياه باروک د نيرياه زوئ راوغوښتلو، او کله چې يرمياه هغۀ ته هغه هر څۀ ووئيل کوم چې مالِک خُدائ هغۀ ته فرمائيلى وُو، نو باروک هغه په يو طومار کښې وليکل.</verse>
				<verse number="5">نو بيا يرمياه باروک ته وفرمائيل چې، ”زۀ دلته نظر بند يم نو د مالِک خُدائ کور ته دننه تلے نۀ شم.</verse>
				<verse number="6">نو بيا تاسو د مالِک خُدائ کور ته کله چې روژه وى لاړ شئ او خلقو ته هغه څۀ ولولئ کوم چې ما تاسو ته وفرمائيل او تاسو هغه په يو طومار کښې وليکل. دا د يهوداه ټولو هغه خلقو ته ولوله کوم چې د خپلو ښارونو نه د عبادت دپاره دلته راغلى وى.</verse>
				<verse number="7">شايد چې هغوئ مالِک خُدائ ته عرض او مِنت زارى وکړى او ټول د خپلو بدو لارو نه راوګرځى، ځکه چې د مالِک خُدائ قهر او غضب ډېر لوئ دے کوم چې يې د دې خلقو خلاف اعلان کړے دے.“</verse>
				<verse number="8">باروک د نيرياه زوئ هم هغه شان وکړل څنګه چې ورته يرمياه نبى حکم کړے وو، نو د هغه طومار نه يې د مالِک خُدائ کلام د مالِک خُدائ په کور کښې ولوستلو.</verse>
				<verse number="9">يهويقيم د يوسياه زوئ د يهوداه بادشاه د بادشاهۍ د پينځم کال په نهمه مياشت د يروشلم ټولو خلقو ته او د هغوئ دپاره څوک چې د يهوداه د ښارونو نه راغلى وُو، د روژې اعلان وکړو او هغوئ د مالِک خُدائ دپاره روژه ونيوله.</verse>
				<verse number="10">د مالِک خُدائ په کور کښې د ګمرياه د سافن زوئ منشى د کوټې نه، کومه چې د دربار په بره حِصه کښې وه او د مالِک خُدائ د کور د داخلېدو د نوې دروازې سره نزدې وه، باروک ټولو خلقو ته چې هلته موجود وُو د يرمياه کلام د طومار نه تلاوت کړو.</verse>
				<verse number="11">کله چې ميکاياه د ګمرياه زوئ او د سافن نمسى د مالِک خُدائ کلام د طومار نه واورېدو،</verse>
				<verse number="12">نو هغه په شاهى محل کښې لاندې د منشى کوټې ته لاړو، چرته چې ټول آفسران ناست وُو. اليسمع، د دربار منشى، د سمعياه زوئ دلاياه، د عکبور زوئ الناتن، د سافن زوئ ګمرياه، د حننياه زوئ صدقياه او نور ټول آفسران هلته موجود وُو.</verse>
				<verse number="13">نو ميکاياه هغوئ ته هغه هر څۀ ووئيل څۀ چې باروک خلقو ته د طومار نه بيانول او هغۀ ترې اورېدلى وُو.</verse>
				<verse number="14">نو ټولو آفسرانو په مشورې سره يهودى د نتنياه زوئ، د شلمياه نمسى او د کوشى کړوسے باروک ته ورولېږلو چې ورته دا ووائى، ”آفسران وائى چې راشه، او ځان سره هغه طومار هم راوړه کوم چې تا ټولو خلقو ته ولوستلو.“ نو باروک د نيرياه زوئ د هغه طومار سره چې کوم يې په لاس کښې وو هغوئ له ورغلو.</verse>
				<verse number="15">نو هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”مهربانى وکړه دلته کښېنه او مونږ ته دا طومار ولوله.“ نو باروک ورته هغه طومار ولوستلو.</verse>
				<verse number="16">نو کله چې هغوئ دا کلام واورېدو، نو بيا هغوئ يو بل ته يرې سره کتل او باروک ته يې ووئيل چې، ”مونږ به ضرور بادشاه د دې ټول کلام نه خبر کړُو.“</verse>
				<verse number="17">نو بيا هغوئ د باروک نه تپوس وکړو چې، ”تۀ مونږ ته دا ووايه چې دا هر څۀ تا څنګه وليکل؟ آيا يرمياه نبى تا ته وفرمائيل او تا وليکل؟“</verse>
				<verse number="18">باروک ورته جواب ورکړو چې، ”آو، هغۀ دا هر څۀ ما ته وفرمائيل او ما هغه په دې طومار کښې په سياهۍ باندې وليکل.“</verse>
				<verse number="19">نو آفسرانو باروک ته ووئيل چې، ”تۀ او يرمياه لاړ شئ او خپل ځان پټ کړئ. او هيچا ته مۀ وايئ چې تاسو چرته يئ.“</verse>
				<verse number="20">نو بيا آفسرانو هغه طومار د دربار د منشى اليسمع په کوټه کښې کېښودو، نو بيا هغوئ د بادشاه دربار ته لاړل او د دې ټول کلام نه يې بادشاه خبر کړو.</verse>
				<verse number="21">نو بادشاه يهودى نومې سړے ورولېږلو چې هغه طومار راوړى، نو يهودى هغه د اليسمع منشى د کوټې نه راوړو او بادشاه او هغه ټولو آفسرانو ته چې ورسره په خوا کښې ولاړ وُو ولوستلو.</verse>
				<verse number="22">نو د کال نهمه مياشت وه، د يخنۍ موسم وو نو بادشاه په شاهى محل کښې د ژمى دپاره په جوړه شوې کوټه کښې نغرى ته ناست وو.</verse>
				<verse number="23">هرکله چې يهودى درې څلور عنوانونه ولوستل، نو بادشاه دا طومار په چاقو وشلولو او هغه يې په نغرى کښې اور ته واچولو، تر دې چې هغه طومار ټول په اور کښې وسوزېدو.</verse>
				<verse number="24">بادشاه او د هغۀ ټولو خِدمتګارانو چا چې دا کلام واورېدو هغوئ ونۀ يرېدل او نۀ يې د غم نه جامې وشلولې.</verse>
				<verse number="25">کۀ څۀ هم چې الناتن، دلاياه او ګمرياه بادشاه ته مِنتُونه کول چې طومار مۀ سوزوه خو هغۀ د هغوئ خبرې ته غوږ ونۀ نيولو.</verse>
				<verse number="26">نو بيا د دې په ځائ بادشاه يرحمئيل شهزاده او ورسره سراياه د عزرائيل زوئ او شلمياه د عبدائيل زوئ ته حکم وکړو چې باروک منشى او يرمياه نبى ګرفتار کړى. خو مالِک خُدائ هغوئ پټ کړل.</verse>
				<verse number="27">کله چې يهويقيم هغه طومار وسوزولو چې په کښې هغه الفاظ وُو کوم چې باروک ته يرمياه فرمائيلى وُو او هغۀ ليکلى وُو، نو د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو او ورته يې وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="28">”يو بل طومار راواخله او په هغې کښې هغه هر څۀ وليکه څۀ چې په اول طومار کښې ليکلے شوى وُو کوم چې يهويقيم د يهوداه بادشاه وسوزولو.</verse>
				<verse number="29">نو همدارنګه يهويقيم د يهوداه بادشاه ته ووايه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، تا دا طومار وسوزولو او يرمياه ته دې وئيل چې، تا ولې په دې کښې دا ليکلى دى چې په يقين سره به د بابل بادشاه راشى او په حقيقت کښې به دا مُلک تباه کړى او انسان او ځناور داوړه به په کښې جارُو کړى؟</verse>
				<verse number="30">نو په دې وجه مالِک خُدائ د يهويقيم د يهوداه بادشاه په حقله فرمائى چې، د هغۀ په اولاد کښې به څوک هم د داؤد په تخت بادشاهى ونۀ کړى، او د هغۀ لاش به په خوشى مېدان وغورزولے شى چرته چې په ورځ کښې به نمر او په شپه کښې به سختې يخنۍ او پرخې ته پروت وى.</verse>
				<verse number="31">زۀ به هغۀ ته او د هغۀ اولاد او د هغۀ نوکرانو ته د هغوئ د غلطو کارونو په وجه سزا ورکړم، زۀ به په دوئ او په هغه چا باندې چې په يروشلم کښې اوسيږى او د يهوداه په ټولو خلقو به هغه افتونه راولم کوم چې ما د هغوئ خلاف اعلان کړى دى، ځکه چې هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيولو.“</verse>
				<verse number="32">بيا يرمياه يو بل تش طومار راواخستلو او باروک ليکوال د نيرياه زوئ له يې ورکړو، نو څنګه به چې يرمياه فرمائيل نو هغه ټول الفاظ يې په کښې دوباره وليکل کوم چې په هغه طومار کښې ليکلے شوى وُو چې يهويقيم د يهوداه بادشاه په اور کښې اچولے او سوزولے وو. او د هغې نه علاوه يې نوره هم په دې موضوع رڼا واچوله.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="37">
				<verse number="1">د يهوداه بادشاه يهوياکين د يهويقيم زوئ د تخت نه د راکوزولو نه وروستو د بابل بادشاه نبوکدنضر د هغۀ په ځائ صدقياه د يوسياه زوئ د يهوداه بادشاه مقرر کړو.</verse>
				<verse number="2">نۀ خو صدقياه او نۀ د هغۀ خِدمتګارانو او نۀ په يهوداه کښې پاتې شوى خلقو د مالِک خُدائ په کلام عمل کولو کوم چې د يرمياه په وسيله اورولے شوے وو.</verse>
				<verse number="3">خو بيا هم صدقياه بادشاه يهوکل د شلمياه زوئ او صفنياه اِمام د معسياه زوئ يوه ورځ دواړه يرمياه نبى ته ورولېږل او د هغۀ ته يې خواست وکړو چې، ”مونږ ته زمونږ د مالِک خُدائ نه دُعا وغواړه.“</verse>
				<verse number="4">تر اوسه يرمياه په قېدخانه کښې نۀ وو اچولے شوے او هر چرته چې يې زړۀ غوښتل هلته په خلقو کښې آزاد ګرځېدلو.</verse>
				<verse number="5">په هم هغه وخت کښې د فِرعون فوجيانو مِصر پرېښودو او د يهوداه خوا ته روان شول، نو کله چې د بابليانو فوجيانو چا چې يروشلم محاصره کړے وو د هغوئ د راتلو په حقله واورېدل نو هغوئ د يروشلم نه وروستو شول.</verse>
				<verse number="6">نو بيا په هغه وخت کښې مالِک خُدائ يرمياه نبى ته پېغام ورکړو</verse>
				<verse number="7">او وې فرمائيل چې، ”صدقياه د يهوداه بادشاه چا چې تۀ رالېږلے يې چې زما نه تپوس وکړى هغۀ ته ووايه، د مِصر فوجيان کوم چې په دې تکل راروان وُو چې ستاسو مدد وکړى هغوئ به زر خپل مُلک مِصر ته واپس لاړ شى.</verse>
				<verse number="8">نو بابليان به واپس راوګرځى او په دې ښار باندې به حمله وکړى، هغوئ به دا ښار قبضه کړى او اور به ورته واچوى.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، خپل ځان ته دا دوکه مۀ ورکوئ چې ګنې د بابليانو فوج ستاسو نه لاړو او بيا به نۀ راځى، ځکه چې هغوئ به بيا واپس راځى.</verse>
				<verse number="10">تر دې چې کۀ تاسو د بابليانو ټولو لښکرو ته په جنګ کښې شکست هم ورکړئ او د هغوئ په خېمو کښې صرف هغه زخميان سړى وُو چې د جنګ نه ژوندى پاتې شوى وُو، نو هغوئ به راپاڅى او دا ښار به ټول وسوزوى.“</verse>
				<verse number="11">کله چې د بابليانو فوجيان د مِصريانو د فوجيانو د رارسېدو په وجه د يروشلم د محاصرې نه راواپس او په شا شُو،</verse>
				<verse number="12">نو يرمياه د دې دپاره د يروشلم د ښار نه د بنيامين قبائيلى علاقې ته په سفر روان شو ترڅو چې هلته کښې د خپلو خپلوانو نه زمکه کښې خپله برخه جائيداد جدا کړى.</verse>
				<verse number="13">خو کله چې هغه د بنيامين دروازې ته ورسېدو، نو هلته د چوکيدارانو آفسر د اِرياه په نوم چې د شلمياه زوئ او د حننياه نمسے وو هغه ونيولو. او ورته يې ووئيل، ”تۀ بګوړه شوے يې او د بابليانو سره ملګرے کېږې.“</verse>
				<verse number="14">خو يرمياه ورته وفرمائيل چې، ”دا رښتيا نۀ دى. زۀ بګوړه نۀ يم او بابليانو سره نه ملګرے کېږم.“ خو اِرياه هغۀ ته غوږ ونۀ نيولو، او يرمياه يې ونيولو او آفسرانو ته يې پېش کړو.</verse>
				<verse number="15">هغوئ يرمياه ته سخت غصه شول او وې وهلو او د يونتن منشى په کور کښې يې بند کړو، د کوم نه چې هغوئ جيل جوړ کړے وو.</verse>
				<verse number="16">يرمياه يې په يوه تاخانه کښې بند کړو او تر ډېره وخته پورې هلته په کښې وو.</verse>
				<verse number="17">نو څۀ موده پس صدقياه بادشاه څوک ورولېږلو او يرمياه يې خپل محل ته راوغوښتلو، او هغۀ نه يې په راز کښې تپوس وکړو چې، ”د مالِک خُدائ د طرف نه څۀ پېغام شته څۀ؟“ يرمياه جواب ورکړو چې، ”آو، تۀ به د بابل بادشاه ته په حواله کړے شې.“</verse>
				<verse number="18">نو بيا يرمياه د صدقياه بادشاه ته وفرمائيل چې، ”ما ستا يا ستا د آفسرانو او يا د دې خلقو خلاف څۀ داسې بد کړى دى چې د هغې په وجه تاسو زۀ په دې قېد کښې اچولے يم؟</verse>
				<verse number="19">ستاسو په هغه نبيانو باندې څۀ چل وشو چې تاسو ته به يې وئيل چې، د بابل بادشاه به نۀ په تاسو او نۀ په دې مُلک باندې حمله وکړى؟</verse>
				<verse number="20">نو اوس، بادشاه سلامته، زۀ تا ته سوال او مِنت کوم چې زما خبره واوره. ما د يونتن منشى کور ته واپس مۀ لېږه، ګنې زۀ به هلته مړ شم.“</verse>
				<verse number="21">نو صدقياه بادشاه حُکم وکړو چې يرمياه د يونتن منشى کور ته مۀ استوئ بلکې د هغې په ځائ يې د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بند کړئ. او بيا بادشاه دا حکم هم وکړو چې هره ورځ ورته د تنور يوه روټۍ تر هغه وخته پورې ورکوئ ترڅو چې په ټول ښار کښې يوه روټۍ هم وى. نو يرمياه بيا د فوجيانو چاوڼۍ کښې بند کړے شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="38">
				<verse number="1">سفطياه د متان زوئ، جدلياه د فشحور زوئ، يهوکل د شلمياه زوئ او فشحور د مُلکياه زوئ هغه څۀ واورېدل چې يرمياه ټولو خلقو ته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="2">”مالِک خُدائ فرمائى چې، هر څوک چې په دې ښار کښې ايسار شى نو هغوئ به په جنګ، قحط او د وبا په وجه مړۀ شى. خو هر څوک چې خپل ځان بابليانو ته حواله کړى، نو هغوئ به ژوندى پاتې شى.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ داسې هم فرمائى چې، دا ښار به په يقين سره د بابل د بادشاه فوجيانو ته حواله کړے شى او هغوئ به يې قبضه کړى.“</verse>
				<verse number="4">نو بيا آفسران بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”دا سړے دې خامخا قتل کړے شى، ځکه چې هغه په ښار کښې زمونږ خلق او په جنګ کښې بچ شوى فوجيان په خپلو دې خبرو باندې بې‌زړۀ کوى. هغه د خلقو ښېګړه نۀ لټوى بلکې په دې خبرو سره ورته نقصان ورکوى.“</verse>
				<verse number="5">صدقياه بادشاه ورته په جواب کښې ووئيل چې، ”صحيح ده، هغه اوس ستاسو په لاس کښې دے. زۀ تاسو نۀ شم منع کولے.“</verse>
				<verse number="6">نو بيا هغوئ يرمياه ونيولو او په پړو يې د قېدخانې په دربار کښې ډيګۍ ته ورکوز کړو کوم چې د مُلکياه شهزاده ملکيت وو. نو په هغه ډيګۍ کښې اوبۀ نۀ وې، خو لاندې په بېخ کښې ډيرې بوختې وې او يرمياه په هغې کښې ډوب شو.</verse>
				<verse number="7">خو د ايتهوپيا خصى عبيدمَلِک د دربار يو اهم شخصيت د دې نه خبر شو چې هغوئ يرمياه په ډيګۍ کښې اچولے شوے دے. په دغه وخت کښې بادشاه د بنيامين په دروازه کښې ناست وو او عدالت يې شروع کړے وو.</verse>
				<verse number="8">نو عبيدمَلِک هلته لاړو او بادشاه ته يې ووئيل چې،</verse>
				<verse number="9">”بادشاه سلامت، دې سړو ډېر زيات بد کار وکړو په دې چې هغوئ يرمياه نبى د اوبو په ډيګۍ کښې واچولو. هغه به ډېر زر د لوږې نه مړ شى، ځکه چې په ښار کښې روټۍ ختمه شوه.“</verse>
				<verse number="10">نو بادشاه عبيدمَلِک له حُکم ورکړو چې، ”د دې ځائ نه ځان سره دېرش سړى بوځه او يرمياه د مړ کېدو نه وړاندې د هغه ډيګۍ نه راوباسه.“</verse>
				<verse number="11">نو عبيدمَلِک د ځان سره کسان واخستل او په شاهى محل کښې د خزانې نه لاندې کمرې ته لاړو او د خپل ځان سره يې څۀ زړې جامې چِرړې راواخستلې. او هغه يې يرمياه ته د پړى په ذريعه ډيګۍ ته ښکته کړې.</verse>
				<verse number="12">عبيدمَلِک يرمياه ته آواز ورکړو او ورته يې ووئيل چې، ”دا زړې کپړې او جامې په خپلو ترخونو کښې کېږده چې د راختو په وخت کښې دې پړے زخمى نۀ کړى.“ يرمياه هم هغه شان وکړل،</verse>
				<verse number="13">او هغوئ هغه د ډيګۍ نه په پړو راوويستلو. او بيا يرمياه د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بندى پاتې شو.</verse>
				<verse number="14">يوه ورځ صدقياه بادشاه، يرمياه پسې کسان ورولېږل او هغه يې خپل ځان ته د مالِک خُدائ د کور درېمې دروازې ته راوستو. بادشاه ورته ووئيل چې، ”زۀ غواړم چې تا نه يو څو تپوسونه وکړم. نو د هيڅ قسمه حقيقت او رښتيا پټولو کوشش مۀ کوه.“</verse>
				<verse number="15">يرمياه ورته وفرمائيل، ”کۀ چرې زۀ تاسو ته رښتيا ووايم، نو تاسو به ما مړ کړئ. او کۀ چرې زۀ تاسو ته نصيحت وکړم، نو تاسو به ما ته غوږ ونۀ نيسئ.“</verse>
				<verse number="16">نو بيا صدقياه بادشاه د هغۀ سره په پټه وعده وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”زۀ په مالِک خُدائ درته قسم خورم څوک چې ژوندے دے، او څوک چې مونږ ته ژوند راکوى، نۀ به زۀ تا مړ کړم او نۀ به دې هغه کسانو ته حواله کړم څوک چې تا وژل غواړى.“</verse>
				<verse number="17">نو په هغه وخت کښې بيا يرمياه صدقياه د يهوداه بادشاه ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، کۀ چرې تاسو خپل ځان د بابل آفسرانو ته حواله کړئ، تاسو او ستاسو خاندان به ژوندى پاتې شئ، او دا ښار به د سوزېدو نه بچ شى.</verse>
				<verse number="18">خو کۀ تاسو د خپل ځان د حواله کېدو نه اِنکار وکړئ، نو دا ښار به بابليانو ته حواله کړے شى، او هغوئ به دا ښار د سر نه تر آخره پورې وسوزوى. او تاسو به ترې نۀ شئ تښتېدلے.“</verse>
				<verse number="19">خو صدقياه بادشاه يرمياه ته ووئيل چې، ”زۀ د خپل مُلک د هغه خلقو نه يرېږم چا چې غدارى وکړه او بابليانو له ورغلل، کېدے شى چې د بابل فوجيان ما هغوئ ته حواله کړى او بيا به هغوئ ما سره بد سلوک وکړى.“</verse>
				<verse number="20">يرمياه ورته وفرمائيل چې، ”هغوئ به تاسو چا ته نۀ حواله کوى کۀ چرې تۀ د مالِک خُدائ تابعدارى غوره کړې. هغه به ستا ژوند بچ کړى او تا ته به خير شى.</verse>
				<verse number="21">خو کۀ چرې تاسو نۀ غواړئ چې خپل ځان هغوئ ته حواله کړئ نو بيا مالِک خُدائ ما ته دا موضوع په رويا کښې ښکاره کړې ده چې</verse>
				<verse number="22">څومره ښځې چې په دې شاهى محل کښې ژوندۍ پاتې وى نو هغوئ به فوجيان د بابليانو آفسرانو ته ستاسو نه بوځى. نو بيا به د تلو په وخت دا ښځې تاسو ته داسې پېغور درکوى او درته به وائى چې، ”ستاسو څومره ښۀ دوستان وُو، ټولو تاسو سره دوکه وکړه او بې‌لارې يې کړئ. او کله چې ستا پښه په دلدل کښې کېښودے شوه نو بيا يې تۀ خپل نصيب ته پرېښودلې.“</verse>
				<verse number="23">ستاسو ټولې ښځې او ماشومان به بابليانو ته بهر راوويستلے شى، او تۀ به هم د هغوئ د نيولو نه بچ نۀ شې. تاسو به د بابل د بادشاه له خوا ګرفتار شئ، او دا ښار به وسوزيږى.“</verse>
				<verse number="24">نو بيا صدقياه يرمياه ته ووئيل چې، ”چا ته داسې ونۀ وائې چې تا ما ته دا خبره وکړه، ګنې تۀ به مړ ‎شې.</verse>
				<verse number="25">کۀ آفسرانو ته زما او ستا د ملاقات پته ولګى او راشى او ستا نه تپوس وکړى چې تاسو يو بل ته څۀ ووئيل نو مونږ ته سمه خبره وکړه او دروغ مۀ وايه ګنې مړ به دې کړُو،</verse>
				<verse number="26">نو بيا هغوئ ته ووايه چې ما بادشاه ته مِنت او زارى وکړه چې بيا مې د يونتن د کور تاخانې ته مۀ لېږه ګنې زۀ به هلته مړ شم.“</verse>
				<verse number="27">هم هغه شان وشول، لږ وخت تېر شوے نۀ وو چې د بادشاه ټول آفسران راغلل او د يرمياه نه يې تپوسونه شروع کړل چې بادشاه د څۀ دپاره راغوښتے وې. خو يرمياه د بادشاه په هداياتو عمل وکړو. خو د بادشاه او د يرمياه په مينځ کښې شوې خبرې هيچا هم نۀ وې اورېدلې.</verse>
				<verse number="28">نو بيا يرمياه د دې نه وروستو د يروشلم د شکست پورې د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بندى پاتې شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="39">
				<verse number="1">د صدقياه د بادشاهۍ د نهم کال په لسمه مياشت د بابل نبوکدنضر بادشاه د خپل ټول لښکر سره راغلو او د يروشلم نه يې ګېره واچوله.</verse>
				<verse number="2">د صدقياه د بادشاهۍ په يوولسم کال د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ هغوئ د ښار دېوالونه مات کړل او ښار ته ورننوتل.</verse>
				<verse number="3">د يروشلم د نيولو نه وروستو، د بابل د بادشاه ټول فوجى آفسران د ښار د مينځنۍ دروازې سره خپله ډېره واچوله چې په هغوئ کښې نرګل‌شراضر د سمګر، او نيبو‌سرسکيم سر لښکر، او نرګل‌شراضر د بادشاه مشاور، او نور ټول آفسران شامل وُو.</verse>
				<verse number="4">کله چې صدقياه بادشاه او د هغۀ ټولو فوجيانو چې دا هر څۀ وليدل چې بابليان ښار ته راننوتل، نو هغوئ وتښتېدل. هغوئ شپه په شپه ښار پرېښودو او د شاهى باغ شا ته د دوه دېوالونو تر مينځه د دروازې د لارې نه بهر ووتل او د اُردن خوا ته روان شول.</verse>
				<verse number="5">خو د بابليانو لښکر ورپسې وو او د يريحو سره نزدې يې په هوار مېدان صدقياه ونيولو. هغوئ هغه د بابل نبوکدنضر بادشاه له بوتلو، څوک چې په رِبله کښې د حمات په علاقه کښې وو. هلته د بابل بادشاه په صدقياه د سزا فېصله واوروله.</verse>
				<verse number="6">هغۀ په رِبله کښې د صدقياه په وړاندې د صدقياه زامن او د يهوداه ټول مشران حلال کړل.</verse>
				<verse number="7">بيا هغوئ د صدقياه سترګې راوويستلې او هغه يې د پيتلو په زنځيرونو وتړلو او بابل ته يې بندى بوتلو.</verse>
				<verse number="8">په دې دوران کښې بابليانو يروشلم، شاهى محل او د خلقو کورونه وسوزول او د ښار دېوالونه يې وران کړل.</verse>
				<verse number="9">بيا نبوزردان، د فوجيانو کمانډر هغه کسان چې ژوندى پاتې شوى وُو او کوم کسان چې بګوړه شوى وُو هغوئ يې بابل ته بنديوان بوتلل.</verse>
				<verse number="10">خو نبوزردان لږ څۀ غريبانان خلق په يهوداه کښې پرېښودل چا چې زمکه نۀ لرله، او هغۀ هغوئ ته پټى او د انګورو باغونه په حواله کړل چې د هغې خيال ساتى.</verse>
				<verse number="11">خو نبوکدنضر بادشاه فوجى آفسر نبوزردان ته دا حکم وکړو چې،</verse>
				<verse number="12">”لاړ شئ او يرمياه پېدا کړئ او د هغۀ ښۀ خيال وساتئ. هغۀ له تکليف مۀ ورکوئ او هغه چې څۀ غواړى هغه ورله وکړئ.“</verse>
				<verse number="13">نو نبوزردان فوجى کمانډر، نبو‌شازبان مشر آفسر، نرګل‌شراضر د بادشاه مشاور، او د بابل بادشاه نورو ټولو آفسرانو</verse>
				<verse number="14">حکم وکړو چې يرمياه د فوجيانو چاوڼۍ نه رابهر کړئ. هغوئ هغه جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى ته وسپارلو، چا چې هغه خپل کور ته واپس بوتلو. نو بيا هغه په يهوداه کښې د خپلو خلقو سره پاتې شو.</verse>
				<verse number="15">په کوم وخت کښې چې يرمياه په فوجى چاوڼۍ کښې بند وو، نو د مالِک خُدائ کلام په هغۀ نازل شو چې،</verse>
				<verse number="16">”لاړ شئ او د ايتهوپيا عبيدمَلِک ته ووايئ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ښار سره هر هغه څۀ وکړم لکه څنګه چې ما هغوئ ته دهمکى ورکړې ده. زۀ به په هغوئ باندې افتونه نازل کړم، نه چې آبادى. تۀ به د هغوئ تباهى وګورې،</verse>
				<verse number="17">خو په هغه ورځ به زۀ تا بچ کړم او تۀ به هغه چا ته حواله نۀ کړے شې د چا نه چې ستا په زړۀ کښې يره ده.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې تا په ما باور وکړو، زۀ به ستا ژوند تا ته درکړم. زۀ به تا بچ کړم او محفوظ به دې وساتم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="40">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته پس د هغې نه ورکړے شو کله چې د فوج کمانډر نبوزردان هغه په راما کښې آزاد کړو. نو هغۀ يرمياه هم د يروشلم او يهوداه په هغه کسانو کښې په زنځيرونو تړلے وموندلو څوک چې بابل ته جلاوطن کېدلو.</verse>
				<verse number="2">د فوج کمانډر يرمياه ته آواز وکړو او ورته يې ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا مقدس رب دا تباهى په دې مُلک نازله کړې ده.</verse>
				<verse number="3">لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو هغه شان يې وکړل. ځکه چې دې خلقو د مالِک خُدائ خلاف ګناه وکړه او د هغۀ نافرمانى يې وکړه.</verse>
				<verse number="4">خو زۀ اوس ستا د لاسونو نه زنځيرونه اخوا کوم او تا آزادوم. کۀ تۀ ما سره بابل ته تلل غواړې، نو راځه چې ځُو. زۀ به ګورم چې ستا پوره خيال وساتلے شى. او کۀ تۀ ما سره هلته تلل نۀ غواړې، نو دلته ايسار شه. ټول مُلک ستا د وړاندې دے. چرته چې تۀ تلل غواړې نو هلته په آزاده توګه لاړ شه.</verse>
				<verse number="5">کۀ چرې تا دا فېصله کړې وى چې دلته پاتې شې، نو بيا جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى ته واپس لاړ شه. هغه د بابل بادشاه له طرفه د يهوداه حکمران مقرر شوے دے. د هغه خلقو سره پاتې شه په چا چې هغه حکومت کوى. خو دا ستا خوښه ده، چرته دې چې زړۀ غواړى هلته لاړ شه.“ نو بيا نبوزردان يرمياه ته څۀ خوراک او پېسې ورکړې او هغۀ ته يې ووئيل چې لاړ شه.</verse>
				<verse number="6">نو بيا يرمياه جدلياه د اخيقام زوئ له په مصفاه کښې واپس لاړو، او هغه په يهوداه کښې د هغه خلقو سره اوسېدلو کوم چې په هغه مُلک کښې پاتې شوى وُو.</verse>
				<verse number="7">د يهوداه څۀ فوجى آفسران چې په کلى والو علاقو کښې پټ شوى وُو، هغوئ دا واورېدل چې په يهوداه کښې جدلياه د اخيقام زوئ په غريبانانو خلقو باندې د بابل بادشاه حکمران مقرر کړے دے. په هغوئ کښې نارينه، زنانه، او ماشومان شامل دى څوک چې بابل ته جلاوطن کړے شوى نۀ وُو او په يهوداه کښې پاتې وُو.</verse>
				<verse number="8">په هغوئ کښې دا آفسران شامل دى، اِسمٰعيل د نتنياه زوئ، يوحانان او يونتن د قريح زامن، شراياه د تنحومت زوئ، د عيفاى نطوفاتى زامن، يزنياه د معکاتى زوئ او د هغوئ فوجيان. هغوئ د جدلياه د ليدو دپاره مصفاه ته لاړل.</verse>
				<verse number="9">جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى هغوئ سره په قسم خوړلو وعده وکړه چې، ”د خپل ځان په حواله کېدو بابليانو نه مۀ يرېږئ. د هغوئ د خِدمت کولو نه مۀ يرېږئ. په دې مُلک کښې اوسېږئ، او د بابل د بادشاه خِدمت کوئ او هر څۀ به ستاسو دپاره د خير وى.</verse>
				<verse number="10">زۀ به په خپله په مصفاه کښې اوسېږم او کله چې د بابليانو وفد دلته راشى نو زۀ به ستاسو د طرف نه نمائنده يم. خو په دې وخت کښې تاسو انګور، او د ګرمۍ مېوې، او د زيتُونو تېل په چاټو کښې جمع کړئ، او په کومو ښارونو مو چې قبضه کړې ده په هغوئ کښې اوسېږئ.“</verse>
				<verse number="11">په دې دوران کښې چې کوم د يهوديانو خلق چې موآب، عمون، ادوم او نورو مُلکونو ته مسافر شوى وُو نو هغوئ ټول په دې خبر شول چې د بابل بادشاه د يهوداه پاتې شوى خلقو له په يهوداه کښې د اوسېدو اجازت ورکړے دے او جدلياه يې د هغوئ حکمران جوړ کړے دے،</verse>
				<verse number="12">نو بيا هغوئ ټول د يهوداه مُلک ته واپس راغلل، په مصفاه کښې جدلياه ته، د هغه ټولو مُلکونو نه کوم ته چې هغوئ خوارۀ شوى وُو. او هغوئ د اوړى ډيرې مېوې او انګور راټول کړل.</verse>
				<verse number="13">د هغې نه پس، د قريح زوئ يوحانان او هغه فوجى آفسران څوک چې په کلى والو علاقو کښې وُو، په مصفاه کښې جدلياه له راغلل،</verse>
				<verse number="14">هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”تا ته دا پته شته چې بعليس د عمون بادشاه اِسمٰعيل د نتنياه زوئ ستا د قتلولو دپاره رالېږلے دے؟“ خو جدلياه په دې خبره باندې يقين ونۀ کړلو.</verse>
				<verse number="15">نو د قريح زوئ يوحانان هغۀ ته پټ غوندې ووئيل، ”ما پرېږده چې د نتنياه زوئ اِسمٰعيل ووژنم او هيچا ته به د دې پته ونۀ لګى. ولې مونږ هغۀ ته اجازت ورکړُو چې هغه راشى او تا ووژنى؟ د يهوداه د هغه خلقو به څۀ حال وى څوک چې واپس خپل مُلک ته راغلل او ستا په مشرۍ کښې راټول شول؟ نو بيا ولې دې مونږ د يهوداه دا لږ کسان کوم چې ژوندى يُو خوارۀ وارۀ او ورک شُو؟“</verse>
				<verse number="16">خو جدلياه يوحانان ته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ تا په سختۍ سره منع کوم دا کار مۀ کوه. تۀ چې د اِسمٰعيل په حقله څۀ وائې نو هغه رښتيا نۀ دى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="41">
				<verse number="1">هم د هغه کال په اوومه مياشت، اِسمٰعيل د نتنياه زوئ او د اليسمع نمسے چې د شاهى خاندان يو کس وو، او د اوچتې عُهدې آفسر وو، هغه د لسو سړو سره مصفاه ته د جدلياه سره مِلاوېدو له لاړو. کله چې هغوئ په شريکه روټۍ خوړله،</verse>
				<verse number="2">نو ناګهانه د نتنياه زوئ اِسمٰعيل او د هغۀ لسو کسانو ټوپ کړو او خپلې تُورې يې راوويستلې او جدلياه يې قتل کړو، څوک چې د بابل بادشاه په يهوداه کښې ګورنر مقرر کړے وو.</verse>
				<verse number="3">اِسمٰعيل هم هغه ټول يهوديان ووژل څوک چې په مصفاه کښې د جدلياه سره وُو، او هغه بابليان فوجيان هم چې هلته وُو.</verse>
				<verse number="4">د جدلياه د قتلېدو نه يوه ورځ وروستو چې لا څوک هم د هغۀ په مرګ باندې خبر نۀ وُو،</verse>
				<verse number="5">اتيا کسان د شِکم، سيلا او سامريه نه د خُدائ کور ته راغلل چې عبادت وکړى. هغوئ خپلې ږيرې د غم په وجه خرئيلې وې، او د غم په وجه يې خپلې جامې هم شلولې وې او خپل ځانونه يې هم زخمى کړى وُو. او خپل ځان سره يې غله دانه او خوشبو مالِک خُدائ ته د نذرانې پېش کولو په توګه راوړې وې.</verse>
				<verse number="6">نو اِسمٰعيل د اوښکو نه په ډکو سترګو سره د مصفاه نه بهر ووتو او د هغه کسانو سره د ملاقات دپاره لاړو. کله چې هغه هغوئ ته ورسېدلو نو ورته يې ووئيل چې، ”راشئ، وګورئ چې د جدلياه د اخيقام زوئ سره څۀ شوى دى.“</verse>
				<verse number="7">خو چې څنګه هغوئ ښار ته ورننوتل، نو فوراً اِسمٰعيل او د هغۀ ملګرو ټول ووژل او د هغوئ لاشونه يې په يوه ډيګۍ کښې وروغورزول.</verse>
				<verse number="8">خو په هغه ډله کښې لس کسان وُو چې هغوئ اِسمٰعيل سره دا خبره وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ چرې تۀ مونږ ونۀ وژنې نو کوم غنم، اوربشې، او د زيتون تېل او شات چې مونږ پټ ذخيره کړى دى هغه به تا له راوړُو.“ نو په دې خبره هغۀ هغوئ ژوندى پرېښودل.</verse>
				<verse number="9">هغه د اوبو ډيګۍ چې اِسمٰعيل په کښې د هغه مړو لاشونه ورګزار کړل کوم چې هغۀ وژلى وُو هم هغه لويه ډيګۍ وه چې آسا بادشاه جوړه کړې وه چې کله هغۀ د مصفاه دفاع مضبوطه کړه چې خپل ځان د اِسرائيلو د بعشا بادشاه نه وساتى. اِسمٰعيل د نتنياه زوئ هغه د مړو نه ډکه کړه.</verse>
				<verse number="10">بيا اِسمٰعيل د بادشاه لوڼه او هغه ټول کسان چې نبوزردان د فوج مشر په مصفاه کښې جدلياه ته پرېښى وُو هغوئ ټول يې ګېر کړل او ځان سره يې د عمون د علاقې په طرف روان کړل.</verse>
				<verse number="11">خو کله چې يوحانان د قريح زوئ او نور د فوج مشران د اِسمٰعيل د جرم نه خبر شول،</verse>
				<verse number="12">نو هغوئ خپل ټول سپاهيان راټول کړل او هغۀ پسې راووتل او په جبعون کښې د لوئ تالاب سره نزدې هغوئ هغه پېدا کړو.</verse>
				<verse number="13">کله چې د اِسمٰعيل سره قېديانو يوحانان او ورسره نور فوجى مشران وليدل نو هغوئ ډېر خوشحاله شول.</verse>
				<verse number="14">او د مصفاه نه ټول قېديان وتښتېدل او د يوحانان مدد يې شروع کړو.</verse>
				<verse number="15">خو اِسمٰعيل سره د خپلو هغه اتو کسانو دوستانو د عمون مُلک ته وتښتېدلو.</verse>
				<verse number="16">نو بيا يوحانان د قريح زوئ او نورو فوجى مشرانو، هغه ټول کسان د ځان سره روان کړل کوم چې هغوئ په جبعون کښې د اِسمٰعيل نه خلاص کړى وُو چې په هغوئ کښې سپاهيان، زنانه، ماشومان او د دربار خصيان شامل وُو، څوک چې د جدلياه د قتلولو نه وروستو اِسمٰعيل ګرفتار کړى وُو.</verse>
				<verse number="17">هغوئ مِصر ته د تللو وخت کښې د کِمهام سرائى چې بيت‌لحم سره نزدې وو هلته ايسار شُو.</verse>
				<verse number="18">نو د دې يرې نه چې کۀ بابليان په دې موضوع خبر شى چې اِسمٰعيل جدلياه قتل کړے دے، هغه څوک چې د بابل بادشاه د يهوداه ګورنر مقررولو، نو هغوئ به بيا څۀ کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="42">
				<verse number="1">نو بيا د فوج ټول جنګى مشران، يوحانان د قريح زوئ او يزنياه د هوسعياه زوئ، او د وړو نه تر لويو پورې ټول خلق</verse>
				<verse number="2">يرمياه نبى ته راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ ستا مِنت کوُو چې زمونږ دپاره د مالِک خُدائ ستا مقدس خُدائ نه دُعا وغواړه، کوم چې پاتې شوى کسان يُو. لکه څنګه چې تۀ وينې چې د مخکښې په مقابل کښې اوس مونږ ډېر لږ يُو.</verse>
				<verse number="3">زمونږ دپاره دُعا وکړه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته لارښودنه وکړى چې څۀ وکړُو او چرته لاړ شُو.“</verse>
				<verse number="4">يرمياه هغوئ ته په جواب کښې وفرمائيل چې، ”صحيح ده، زۀ به مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته هم هغه شان دُعا وکړم لکه څنګه چې تاسو ما ته خواست وکړو، او زۀ به هر هغه څۀ تاسو ته ووايم چې هغه څۀ ما ته وفرمائى. زۀ به ستاسو نه هيڅ څيز هم نۀ پټوم.“</verse>
				<verse number="5">بيا هغوئ يرمياه ته ووئيل، ”نو بيا دې مالِک خُدائ په مونږ په دې خبره رښتينے او وفادار ګواه وى کۀ چرې مونږ ستا په هغه ټولو خبرو عمل ونۀ کړو کومې چې مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک زمونږ دپاره تا ته فرمائيلى دى چې تۀ يې مونږ ته بيان کړې.</verse>
				<verse number="6">کۀ هغه کلام زمونږ خوښ شى او کۀ خوښ نۀ شى، مونږ به د مالِک خُدائ د کلام پيروى کوُو چا ته چې تۀ مونږ د خپل خواست دپاره لېږې. ځکه کۀ چرې مونږ د هغۀ د کلام پيروى وکړُو، نو هر څۀ به زمونږ دپاره د خير وى.“</verse>
				<verse number="7">لس ورځې وروستو د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو.</verse>
				<verse number="8">نو بيا هغۀ يوحنان د قريح زوئ او نورو فوجى آفسرانو ته، او ټولو خلقو لويو او وړو ته آواز وکړو،</verse>
				<verse number="9">هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو زۀ مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته د خپل درخواست سره ولېږلم، هغه داسې فرمائى چې،</verse>
				<verse number="10">کۀ تاسو په دې مُلک کښې پاتې شئ، نو زۀ به تاسو بيا آباد کړم او نۀ به مو خرابوم، زۀ به تاسو وکرم او تاسو به د بېخ نه نۀ وباسم. زۀ ستاسو په هغه افت کوم چې ما په تاسو نازل کړے دے پښېمانه يم.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ فرمائى چې، د بابل بادشاه نه نور مۀ يرېږئ. ځکه چې زۀ تاسو سره يم او د هغۀ نه به مو بچ کړم او د هغۀ د لاس نه به خلاصون درکړم.</verse>
				<verse number="12">زۀ به په تاسو دا رحم وکړم چې هغه به درباندې مهربانه کړم، نو بيا به هغه تاسو ته په خپل مُلک کښې د پاتې کېدو اجازت درکړى.</verse>
				<verse number="13">خو کۀ چرې تاسو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې پېغام نه اِنکار وکړئ، او کۀ چرې تاسو ووايئ چې، نه، مونږ به دلته نۀ پاتې کيږُو،</verse>
				<verse number="14">خو د دې په ځائ به مِصر ته لاړ شُو، چرته چې به مونږ د جنګونو، د جنګ د بيګل آوازونو او قحط نه آزاد شُو،</verse>
				<verse number="15">نو بيا تاسو د مالِک خُدائ پېغام د يهوداه پاتې خلقو ته واوروئ. مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، کۀ چرې تاسو دا ضرور غوره کړئ چې مِصر ته لاړ شئ او هلته پاتې شئ</verse>
				<verse number="16">د کوم جنګ او قحط نه چې تاسو يرېږئ نو هم هغه به تاسو راګېر کړى، او تاسو به هلته مړۀ شئ.</verse>
				<verse number="17">نو په حقيقت کښې چې څوک هم په تلو کلک ولاړ وى او هلته د اوسېدو اراده لرى نو هغه به په جنګ، قحط او په وبا مړ شى. په تاسو کښې به يو کس هم د هغه افت نه ونۀ تښتى کوم چې زۀ په تاسو باندې هلته راولم.</verse>
				<verse number="18">مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لکه څنګه چې زما قهر او غضب د يروشلم په خلقو نازل شوے وو، نو کۀ تاسو مِصر ته لاړئ نو زما غضب به په تاسو هم نازل شى. نو ستاسو نوم به د تل دپاره د لعنت، يرې او مسخرې په توګه اخستلے کيږى او خپل مُلک به دوباره ونۀ وينئ.</verse>
				<verse number="19">اے د يهوداه ژوندى پاتې شوى خلقو، مالِک خُدائ تاسو ته فرمائيلى دى چې مِصر ته مۀ ځئ. زۀ چې دا خبردارے نن تاسو ته درکوم دا مۀ هېروئ.</verse>
				<verse number="20">ځکه تاسو چې کله زۀ مالِک خُدائ ته د خواست کولو دپاره ولېږلم نو تاسو غټه غلطى وکړه، ځکه چې تاسو ووئيل، د څۀ چې مالِک خُدائ مونږ ته حکم کړے دے هغه مونږ ته ووايه، مونږ به په هغې باندې پوره عمل کوُو.</verse>
				<verse number="21">خو ما تاسو ته نن د هغۀ حکم واورولو، خو تاسو تر اوسه پورې د مالِک خُدائ د هغه پېغام پيروى نۀ کوئ د کوم دپاره چې تاسو زۀ استولے وم.</verse>
				<verse number="22">نو اوس په دې خبره باندې يقين ساتئ چې، تاسو چې کوم ځائ ته تلل او اوسېدل غواړئ نو تاسو به هلته په جنګ، قحط او وبا مړۀ شئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="43">
				<verse number="1">کله چې يرمياه د مالِک خُدائ د دوئ د خُدائ پاک هغه پېغام بيانول ټولو خلقو ته ختم کړو کوم يې چې دوئ ته رالېږلے وو،</verse>
				<verse number="2">نو عزرياه د هوسعياه زوئ او يوحانان د قريح زوئ او نورو ټولو کبرژنو خلقو يرمياه ته ووئيل چې، ”تۀ دروغ وائې، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ کله هم مِصر ته د تلو نه منع کړى نۀ يُو.</verse>
				<verse number="3">تۀ باروک د نيرياه زوئ په دې رضا کړے يې چې داسې خبرې کوه، ځکه هغه غواړى چې مونږ دلته پاتې شُو او د بابليانو د لاسه مړۀ شُو او يا بابل ته جلاوطن کړے شُو.“</verse>
				<verse number="4">نو بيا د قريح زوئ يوحانان او نورو فوجى مشرانو او نورو ټولو خلقو د مالِک خُدائ د حکم نه اِنکار وکړو چې په يهوداه کښې پاتې شى.</verse>
				<verse number="5">يوحنان او نورو مشرانو ځان سره ټول خلق بوتلل څوک چې د نزدې مُلکونو نه راواپس شوى وُو کوم ځائ ته چې دوئ خوارۀ شوى وُو.</verse>
				<verse number="6">او په هغوئ کښې نارينه، زنانه، ماشومان، د بادشاه لوڼه، او ټول هغه خلق شامل وُو چې نبوزردان د محافظانو آفسر جدلياه ته سپارلى وُو. په دوئ کښې يرمياه پېغمبر او باروک هم شامل وُو.</verse>
				<verse number="7">خلقو د مالِک خُدائ د حکم نه اِنکار وکړو او د مِصر تحفنحيس ښار ته ورسېدل.</verse>
				<verse number="8">په تحفنحيس کښې مالِک خُدائ يرمياه ته بل پېغام ورکړو. هغۀ وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="9">”کله چې د يهوداه خلق درته ګورى، نو دلته په تحفنحيس کښې يو څو غټ کاڼى راواخله او د فِرعون د محل په دروازه کښې يې د فرش لاندې ښخ کړه.</verse>
				<verse number="10">نو بيا د يهوداه خلقو ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې زۀ به په يقين سره خپل خِدمتګار نبوکدنضر د بابل بادشاه دلته مِصر ته راولم. زۀ به د هغۀ تخت په دې کاڼو دپاسه جوړ کړم کوم چې يرمياه دلته ښخ کړل. هغه به په دې کاڼو خپل شاهى تمبو وغوړوى.</verse>
				<verse number="11">او کله چې هغه راشى، نو هغه به د مِصر مُلک تباه کړى. هغه څوک به مړ کړى د چا دپاره چې د مرګ سزا مقرر شوې وى، د قېد سزا به هغۀ ته ورکړى چا ته چې د قېد سزا مقرر شوې وى، او څوک به په تُوره مړۀ کړى د چا دپاره چې په تُوره مړ کېدل مقرر شوى وى.</verse>
				<verse number="12">هغه به د مِصر د معبودانو په مندرونو اور بل کړى، هغه به مندرونه وسوزوى او بُتان به قبضه کړى او د غنيمت په توګه به يې يوسى. هغه به د مِصر مال متاع داسې صفا کړى لکه څنګه چې يو شپون د خپلې چُوغې نه ورَږې صفا کوى. او بې‌نقصانه به هغه خپل مُلک ته واپس شى.</verse>
				<verse number="13">هغه به د مِصر په بيت‌شمس مندر کښې مقدسې ستنې راوغورزوى کومې چې په هغې کښې ولاړې دى، او هغه به د مِصر د معبودانو مندرونه وسوزوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="44">
				<verse number="1">دا پېغام يرمياه ته د يهوداه د خلقو په حقله ورکړے شو څوک چې د مِصر په جنوبى ښارونو کښې لکه مجدال، تحفنحيس، ميمفِس او څوک چې په بره برخو کښې اوسېدل،</verse>
				<verse number="2">”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، تاسو هغه تباهى په خپله وليده چې کومه ما په يروشلم او د يهوداه په نورو ټولو ښارونو باندې راوستله. او نن دا شاړ او تباه شوى پراتۀ دى،</verse>
				<verse number="3">ځکه کوم بد کارونه چې هغوئ وکړل. هغوئ زما قهر په هغه خوشبو سوزولو او غېرو معبودانو ته په عبادت کولو راوچت کړو چې نۀ خو هغوئ او نۀ تاسو او نۀ د هغوئ پلار نيکۀ پېژندل.</verse>
				<verse number="4">ما بار بار تاسو ته خپل خِدمتګاران پېغمبران درولېږل، هغوئ تاسو ته مِنت وکړو چې دا حرامکارى مۀ کوئ د کوم نه چې زۀ نفرت کوم.</verse>
				<verse number="5">خو هغوئ د نبيانو خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه، او هغوئ د خپلو هغه بد عملونو نه راونۀ ګرځېدل او نۀ يې غېر معبودانو ته خوشبو سوزول بند کړل.</verse>
				<verse number="6">نو په دې وجه ما خپل سخت قهر د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو لکه د اور په شان نازل کړو، او هغه يې تر نن ورځ پورې تباه او په خرابه بدل کړل.</verse>
				<verse number="7">نو اوس مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ تاسو نه تپوس کوم چې، تاسو ولې خپل ځانونه تباه کوئ؟ په تاسو کښې به نۀ نارينه، نۀ زنانه، نۀ ماشومان او نۀ تې خوړونکى هيڅوک هم ژوندى پاتې نۀ شى څوک چې دلته د يهوداه نه راغلى يئ.</verse>
				<verse number="8">تاسو په مِصر کښې نورو معبودانو او بُتانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولو سره ما ولې غصه کوئ؟ تاسو به په دې کار کولو سره صرف خپل ځان تباه کړئ او د دُنيا د نورو خلقو د لعنت، خندا او مسخرو به وګرځوئ.</verse>
				<verse number="9">ولې تاسو د خپل پلار نيکۀ ګناهونه، د يهوداه د بادشاهانو او د مَلِکو ګناهونه، او هغه ګناهونه چې تاسو او ستاسو ښځو په يهوداه او يروشلم کښې کړى دى هېر کړل؟</verse>
				<verse number="10">خو تر ننه پورې نۀ تاسو په خپل ځان کښې خاکسارى راوستې ده او نۀ مو په خپلو بدو کارونو پښېمانى ښکاره کړې ده. په تاسو کښې هيچا، نۀ زما د شريعت په مطابق او نۀ زما د اصُولو په مطابق ژوند کړے دے کوم چې ما ستاسو نه وړاندې ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړى وُو.</verse>
				<verse number="11">نو په دې وجه، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ما په خپله دا کلکه اراده وکړه چې ټوله يهوداه تباه او هلاکه کړم.</verse>
				<verse number="12">زۀ به د يهوداه هغه ژوندى پاتې شوى خلق راواخلم هغه څوک چا چې په مِصر کښې په پناه اخستو او اوسېدو زور راوړے وو. زۀ به هغوئ تباه کړم. هغوئ ټول لوئ او واړۀ به په مِصر کښې په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ او تباه کړم. او هغوئ به نورو خلقو ته د تهمت، وحشت، لعنت او حقارت مثال وګرځيږى.</verse>
				<verse number="13">زۀ به هغوئ ته په مِصر کښې سزا ورکړم لکه څنګه چې مې ورته په يروشلم کښې په جنګ، قحط او وبا سزا ورکړې وه.</verse>
				<verse number="14">د يهوداه څومره خلق چې دلته مِصر ته پناه اخستو دپاره راغلى دى هغه ټول به دلته هلاک شى. څوک به هم يهوداه ته واپس لاړ نۀ شى. تر دې چې هغوئ به د دوباره هلته د تلو او آبادېدو ډېر خواهش هم کوى. خو په هغوئ کښې به صرف يو څو کسان واپس شى.“</verse>
				<verse number="15">د سړو او ښځو يوه لويه ډله چې په هغوئ کښې ځينې کسان په دې موضوع خبر وُو چې د هغوئ ښځو بُتانو ته خوشبويۍ سوزولې او ورسره هغوئ هم څوک چې په شمالى او جنوبى مِصر کښې اوسېدل يرمياه ته يې ووئيل چې،</verse>
				<verse number="16">”کومه خبره چې تا مونږ ته د مالِک خُدائ په نوم وکړه هغې ته به مونږ غوږ نۀ نيسو.</verse>
				<verse number="17">مونږ به ضرور په خپلو هغه ټولو خبرو عمل کوُو د کومې خبرې چې مونږه منښته کړې ده، مونږ به آسمانې مَلِکې ته خوشبو سوزوُو او هغې ته به د انګورو د شيرې نذرانې پېش کوُو. مونږ به هغه کارونه کوُو لکه څنګه چې به زمونږ پلار نيکۀ، بادشاهانو، سرکارى کسانو د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې کول. مونږ سره په هغه وخت کښې خوراک ډېر تېر وو او زندګى مو ښۀ وه او مونږ ته هيڅ قسمه تکليف او مصيبت نۀ وو.</verse>
				<verse number="18">خو چې د کوم وخت نه مونږ آسمانې مَلِکې ته د خوشبو سوزول او د څښلو نذرانې پېش کولو رسم بند کړے دے نو مونږ سره هيڅ هم نۀ وُو او په جنګ او قحط باندې مړۀ کېدلوُ.“</verse>
				<verse number="19">نو ښځو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل چې، ”ولې ستاسو دا خيال دے چې ګنې زمونږ خاوندانو ته دا پته نشته چې مونږ آسمانې مَلِکې ته خوشبوئى وسوزوله، د څښلو نذرانه او هغه روټۍ چې پرې مو د هغې شکل جوړ کړے وو پېش کړه؟ نه، بلکل داسې نۀ ده.“</verse>
				<verse number="20">نو بيا يرمياه هغه ټولو سړو او ښځو ته وفرمائيل چا چې يو شان جواب ورکړے وو،</verse>
				<verse number="21">”ولې ستاسو هم دا خيال دے چې ګنې مالِک خُدائ ته دا پته نشته څۀ چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ، ستاسو بادشاهانو او سرکارى کسانو، او ټولو خلقو بُتانو ته د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې خوشبوئى سوزولې ده؟</verse>
				<verse number="22">دا ځکه وشُو چې، نور مالِک خُدائ ستاسو د شرارت نه ډک او حرام کارونه نۀ شو برداشت کولے، نو د دې په وجه ستاسو زمکه د لعنت مثال وګرځېده، او په صحرا او کنډرو بدله شوه چې تر ننه پورې هيڅ څوک په کښې نۀ اوسيږى.</verse>
				<verse number="23">دا مصيبتونه ځکه په تاسو باندې راغلل چې تاسو بُتانو ته خوشبو وسوزوله او د مالِک خُدائ خلاف مو ګناه وکړه. تاسو د هغۀ د حکمونو منلو نه اِنکار وکړو او نۀ مو د هغۀ په لارښودنو، اصُولو او شريعت باندې عمل وکړو.“</verse>
				<verse number="24">نو بيا يرمياه ټولو ناريناؤ او زناناؤ ته وفرمائيل چې، ”اے د يهوداه خلقو تاسو څوک چې په مِصر کښې اوسېږئ د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسئ.</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، تاسو او ستاسو ښځو ووئيل چې، مونږ به ضرور خپلې وعدې پوره کوُو او آسمانې مَلِکې ته به د خوشبو سوزولو او د څښلو نذرانې پېش کوُو. نو تاسو چې څۀ کول نو هغه وکړئ او خپله وعده او منښته هغې ته پوره کړئ.</verse>
				<verse number="26">خو اوس تاسو ټول د مالِک خُدائ دې پېغام ته غوږ ونيسئ، تاسو د يهوداه ټولو خلقو څوک چې اوس په مِصر کښې اوسېږئ، زۀ په ژوندى مالِک قادر مطلق خُدائ قسم خورم، مالِک خُدائ فرمائى چې، زما نوم به نور هيڅکله په مِصر کښې د يو يهودى په خولۀ وانۀ خستلے شى. په تاسو کښې به يو هم زما نوم د دُعا او د قسم خوړلو دپاره استعمال نۀ کړى، هغه دا چې، په يقين سره مالِک قادر مطلق خُدائ ژوندے دے.</verse>
				<verse number="27">زۀ به په تاسو ضرور افتونه نازل کړم، نه چې آبادى. د يهوداه هر يو کس څوک چې اوس په مِصر کښې اوسيږى ټول به جنګ او يا په قحط کښې مړۀ شى ترڅو چې يو هم ژوندے پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="28">صرف يو څو کسان به د مرګ نه وتښتى او د مِصر نه به يهوداه ته واپس شى. نو بيا ټول هغه کسان چې مِصر ته راغلى دى نو هغوئ ته به دا پته ولګى چې د چا خبره رښتيا ده، زما او کۀ د هغوئ.</verse>
				<verse number="29">مالِک خُدائ فرمائى چې، دا به تاسو دپاره نښه وى چې زۀ په دې ځائ کښې تاسو ته سزا درکړم، نو تاسو به په دې پوهه شئ چې ما ستاسو خلاف صرف خبرې نۀ دى کړې بلکې ضرور به سزا هم درکوم.</verse>
				<verse number="30">مالِک خُدائ فرمائى چې، لکه څنګه چې ما د يهوداه بادشاه صدقياه د بابل بادشاه نبوکدنضر ته حواله کړو، دغه شان به زۀ د فِرعون حفرع د مِصر بادشاه هم د هغۀ دشمنانو ته حواله کړم څوک چې د دۀ مرګ پسې ګرځى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="45">
				<verse number="1">يرمياه نبى باروک د نيرياه زوئ ته د يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال چې د يهوداه بادشاه وو پېغام ورکړو د دې نه وروستو کله چې باروک په طومار کښې هغه څۀ وليکل کوم چې ورته يرمياه فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="2">”اے باروکه، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې تاسو ته فرمائى چې،</verse>
				<verse number="3">تا ووئيل چې افسوس دې په ما وى. زۀ د غمونو او تکليفونو د لاندې شوے يم. ولې زما دا دردونه کافى نۀ وُو څۀ؟ مالِک خُدائ زما په غمونو کښې اضافه وکړه. زۀ د اسويلو نه ستړے ستومانه شوے يم او هيڅ قسم آرام راته نۀ ملاويږى.</verse>
				<verse number="4">باروکه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به دا قوم تباه کړم کوم چې ما آباد کړے دے. او څۀ چې ما کَرلى دى هغه به د بېخ نه راوباسم.</verse>
				<verse number="5">ولې تۀ د خپل ځان دپاره د دې نه نور هم زيات د خاص سلوک اُميد کوې څۀ؟ داسې مۀ کوه. زۀ به لوئ افت په دې خلقو نازل کړم. خو تۀ چرته هم ځې نو زۀ به تا ته ستا ژوندون درکړم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="46">
				<verse number="1">مالِک خُدائ د غېر‌يهوديانو په حقله يرمياه نبى ته پېغام ورولېږلو.</verse>
				<verse number="2">کوم پېغام چې د مِصر په حقله وو هغه دا وو چې، د يهوداه بادشاه يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال، د کرکميس د جنګ په موقع کله چې فِرعون نِکوه د مِصر بادشاه او د هغۀ فوجيانو د فرات د سيند سره نزدې د بابل بادشاه نبوکدنضر نه شکست وخوړو.</verse>
				<verse number="3">”خپل غټ او واړۀ ډالونه تيار کړئ او د جنګ دپاره راوځئ.</verse>
				<verse number="4">خپل آسونه زين کړئ او ورباندې سوارۀ شئ. صفونه جوړ کړئ او د جنګ ټوپۍ په سر کړئ. خپلې نېزې تېرې کړئ، او زغره واچوئ.</verse>
				<verse number="5">خو زۀ څۀ ګورم؟ چې په مِصرى فوجيانو باندې د يرې نه دهشت راغلے دے او هغوئ د يرې نه لګيا دى په شا کيږى، د هغوئ فوجيانو شکست وخوړلو. او په وارخطايۍ سره په مخه تښتى او هغوئ وروستو نۀ ګورى، او د هرې خوا نه په هغوئ باندې يره خوره شوې ده، مالِک خُدائ داسې فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="6">تېزه منډه وهونکے هم نۀ شى تښتېدلے، او نه تکړه فوجى تښتېدلے شى. او هغوئ په شمال کښې د فرات د سيند سره، تيندک خورى او راغورزيږى.</verse>
				<verse number="7">څوک دے دا چې لکه د نيل درياب په شان موجونه وهى، لکه د هغه سيند په شان چې اوبۀ يې په بره موجونه وهى او ټوله زمکه لاندې کوى؟</verse>
				<verse number="8">دا د مِصر فوج دے چې د نيل درياب په شان راوچت شوے دے او لافې وهى چې زۀ به راوچت شم او د سېلاب په شان به ټوله زمکه پټه کړم، زۀ به ټول ښارونه تباه کړم او په هغې کښې ټول خلق به هلاک کړم.</verse>
				<verse number="9">اے آسونو او جنګى ګاډو روان شئ، اے د مِصر تکړه سپاهيانو په دشمن حمله وکړئ، اے د ايتهوپيا، ليبيا، خلقو ډال راواخلئ او د لِديه خلقو څوک چې په غشو ليندو کښې تکړه يې.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج ورځ ده، د انتقام ورځ، ځکه چې هغه به د خپلو دشمنانو نه انتقام واخلى. د هغۀ تُوره به تر هغې خوړل کوى ترڅو پورې چې مړه شوى نۀ وى، او ترڅو چې د هغوئ په وينو تنده ماته نۀ کړى. په نن ورځ به هغوئ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ پاک ته په شمال کښې د فرات د سيند سره د قربانۍ په شان پېش کړے شى.</verse>
				<verse number="11">اے د مِصر پېغلې لورې، جِلعاد ته لاړه شه او هلته دارو ولټوه. خو ستاسو رنګارنګ دوائى به تاسو ته شفا درنۀ کړى.</verse>
				<verse number="12">قومونه به ستاسو د شرم په حقله خبر شى. زمکه به ستاسو دردناکه ژړا ډکه کړى. ستا تکړه فوجيان به په يو بل تيندک وخورى، او په يو ځائ به راپرېوځى.“</verse>
				<verse number="13">دا هغه خبر دے چې مالِک خُدائ د يرمياه نبى په وسيله د نبوکدنضر يعنې د بابل د بادشاه د راتلو او د هغۀ په مِصر باندې د حملې په حقله ورکړو،</verse>
				<verse number="14">”د مِصر په ښارونو په مجدال، ميمفِس او تحفنحيس کښې به دا اعلان وکړئ چې، د جنګ دپاره تيار شئ، ځکه چې تُوره به ستاسو خوا او شا کښې هر څۀ وخورى.</verse>
				<verse number="15">ستاسو جنګيالى ولې راغورزېدلى دى؟ هغوئ د مالِک خُدائ مخې ته نۀ شى ټينګېدلے ځکه چې هغه به هغوئ راوغورزوى.</verse>
				<verse number="16">هغوئ به ټول تيندکونه خورى، او هغوئ به په يو بل راغورزيږى. هغوئ به يو بل ته وائى، پاڅه، راځئ چې خپلو خلقو او خپل مُلکونو ته واپس لاړ شُو، چرته به چې مونږ د ظالم د تُورې نه بچ شُو.</verse>
				<verse number="17">نو هغوئ به وائى چې د مِصر بادشاه فِرعون خو تش په خولۀ لوئيږى، هغۀ نه اوس خپله موقع خطا شوې ده.</verse>
				<verse number="18">د دُنيا بادشاه د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى چې، يو کس څوک چې د مِصر خلاف راروان دے هغه لکه څنګه چې د تبور غر لوړ دے، او لکه څنګه چې د کرمل غر د سمندر په غاړه لوړ دے.</verse>
				<verse number="19">اے د مِصر اوسېدونکو، خپل مال حال راواخلئ او د جلاوطنۍ دپاره تيار شئ، ځکه د ميمفِس ښار به تباه او کنډرې شى، او يو کس به هم په کښې نۀ اوسيږى.</verse>
				<verse number="20">مِصر لکه د يوې ځوانې سخۍ په شان ښائسته دے، خو د شمال د خوا نه د هغۀ خلاف د غوباړى په شان مچ راروان دے.</verse>
				<verse number="21">د مِصر د کرايه فوجيان لکه د کمزورو سخو په شان دى. هغوئ به هم په يو ځائ راوګرځى او په شريکه به وتښتى، هغوئ به په خپل ځائ باندې ونۀ دريږى. ځکه چې په هغوئ د تباهۍ او افت ورځ راروانه ده، دا د هغوئ دپاره د سزا ورکولو ورځ ده.</verse>
				<verse number="22">مِصر به لکه د مار په شان کشار وکړى او په وروستو به وتښتى کله چې د دشمن فوج ورباندې حمله وکړى، هغوئ به د دوئ خلاف تبر په لاس راشى او په دوئ به داسې حمله وکړى لکه څنګه چې يو سړے ونې وهى.</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ فرمائى چې، هغوئ به د مِصر خلق د ځنګلى ونو په شان ووهى، ځکه چې د هغوئ شمېر د مُولخانو نه هم ډېر بې‌شمېره دے.</verse>
				<verse number="24">د مِصر خلق به وشرميږى، او د شمال خلقو ته به حواله کړے شى.“</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ به امون د مِصر د تيبس معبود او د مِصر نورو معبودانو ته سزا ورکړم. زۀ به د مِصر بادشاهانو او فِرعون ته او هغوئ ټولو ته سزا ورکړم څوک چې په هغۀ يقين کوى.</verse>
				<verse number="26">مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به هغوئ هغه خلقو ته حواله کړم څوک چې دوئ وژل غواړى، نبوکدنضر د بابل بادشاه او د هغۀ آفسرانو ته. خو وروستو به مِصر کښې د وړاندې په شان خلق بيا آباد شى. دا مالِک خُدائ فرمائى.“</verse>
				<verse number="27">”اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، اے اِسرائيله مۀ يرېږه. زۀ به تاسو د هغه لرې مُلک نه دوباره خپلو کورونو ته راولم، چرته چې تاسو جلاوطن شوى يئ. ستا اولاد به زۀ خپلو کورونو ته د جلاوطنۍ نه واپس راولم. يعقوب به دوباره خپل مُلک ته راشى او په امن او سکون سره به ژوند کوى، او تاسو به څوک هم نۀ يروى.</verse>
				<verse number="28">مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، ځکه زۀ تا سره يم. زۀ به په پوره توګه هغه قومونه تباه کړم کومو ته چې تاسو ما جلا وطن کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به ستاسو په اِنصاف سره تنبيه وکړم، زۀ به تاسو بې‌سزا نۀ پرېږدم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="47">
				<verse number="1">دا د مالِک خُدائ هغه کلام دے چې د فِرعون د لښکرو په غزه د حملې کولو نه مخکښې، په يرمياه نبى د فلستيانو په حقله نازل شو.</verse>
				<verse number="2">”مالِک خُدائ وفرمائيل چې، وګوره، د شمال نه اوبۀ څنګه راوچتيږى، او د سېلاب په شان په زور شور راروانې دى، دا به ټوله زمکه او هر څۀ چې په کښې دى رالاندې کړى، ښارونه او د هغې اوسېدونکى به ډوب کړى، ټول خلق به د مدد دپاره چغې وهى او څومره خلق چې په کښې اوسيږى هغوئ به ژړا کوى.</verse>
				<verse number="3">هغوئ به د آسونو د سومونو او پښو ټکار واورى، او د دشمن د جنګى ګاډو غرار او د هغوئ د پايو شور به واورى. پلاران به د يرې نه جام شى او د خپلو بې‌وسه ماشومانو د بچ کولو دپاره به شاته نۀ ګورى.</verse>
				<verse number="4">د ټولو فلستيانو د تباهۍ ورځ رارسېدلې ده او ورسره د هغوئ هم څوک چې به د صور او صيدا خلقو سره مدد کوى. مالِک خُدائ په خپله هغه فلستيان تباه کوى، هغوئ څوک چې ژوندى پاتې شوى دى او د کريت د ساحل نه راغلى دى.</verse>
				<verse number="5">غزه لور به د غم نه خپل سر ګنجے کړى او د اسقلون ښار به وران او خاموشه شى. اے د مېدانى علاقې پاتې شوو خلقو ترڅو پورې به خپل ځان وهئ او ماتم به کوئ؟</verse>
				<verse number="6">تاسو چغې وهئ، اے د مالِک خُدائ تُورې، ترڅو پورې به تۀ زخمى کول کوې؟ خپل کاش ته واپس لاړه شه، او هلته په آرام پرته اوسه.</verse>
				<verse number="7">خو دا به څنګه په آرام شى چې ورته مالِک خُدائ حکم کړے دے، کله چې هغۀ ورته په اسقلون او په ساحل د حملې کولو حکم کړے دے؟“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="48">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د موآب په حقله فرمائى، ”په نبو ښار باندې افسوس، ځکه چې دا ښار به تباه شى. د قِريَتائم بې‌حرمتى به وشى او قبضه به کړے شى. او د مضبوطې قلعه بې‌حرمتى به وشى او ټوټه ټوټه به شى.</verse>
				<verse number="2">د نن نه پس به څوک هم د موآب تعريف ونۀ کړى، په حسبون کښې به خلق د هغې د راغورزولو منصوبې جوړوى، هغوئ وائى راځئ چې د موآب نوم او نشان ختم کړُو. اے د مدمين ښاريې، تۀ به هم خاموشه شې، او تاسو به په تُوره مړۀ شئ.</verse>
				<verse number="3">د حورونايم نه د چغو آوازونو ته غوږ شئ، د لوئې تباهۍ درزار او آوازونه اورېدلے کيږى.</verse>
				<verse number="4">موآب به ټول تباه شى، د هغې واړۀ ماشومان به په تېزه چغې وهى.</verse>
				<verse number="5">هغوئ لوحيت ته په بره تلو سخته ژړا کوى، او حورونايم ته په ورکوزېدو سره د تباهۍ د درزار او شور په اورېدو هغوئ په چغو چغو ژړا کوى.</verse>
				<verse number="6">هغوئ وائى چې، منډه کړئ او ځان بچ کړئ او په صحرا کښې د ځنګلى بوټو په شان شئ.</verse>
				<verse number="7">دا چې تا اے موآبه په خپلو اعمالو او دولت باندې باور کولو، نو تاسو به هم ګرفتار شئ، او ستا بُت کموس به هم د خپلو اِمامانو او نورو خادِمانو سره جلاوطن کړے شى.</verse>
				<verse number="8">تباه کوونکے دشمن به د هر يو ښار خلاف حمله وکړى، او يو ښار به هم ترې بچ نۀ شى. هره وادى به تباه شى او هر هوار مېدان به تباه شى. ځکه چې مالِک خُدائ دا حکم کړے دے.</verse>
				<verse number="9">په موآب باندې مالګه ودوړوه، ځکه چې هغه به په ښوره او صحرا بدل شى، د هغې ښارونه به وران شى، او هيڅ څوک به په کښې نۀ اوسيږى.</verse>
				<verse number="10">لعنت دې په هغه کسانو وى څوک چې د مالِک خُدائ په کار کښې غفلت کوى، او خپله تُوره د وينو توېدو نه بچ ساتى.</verse>
				<verse number="11">موآب د ځوانۍ نه واخله تر اوسه پورې په امن او سکون سره وخت تېر کړے دے، هغه جلاوطن شوے نۀ دے. لکه څنګه چې مے په خپل لوښى کښې ځائ په ځائ پراتۀ وى، او د يو لوښى نه بل لوښى ته نۀ وى اړولے شوى. نو د هغې ذائقه هم هغه شان ده لکه څنګه چې يې د اول نه وه، او د هغې خوشبو بدله شوې نۀ ده.</verse>
				<verse number="12">خو هغه ورځې راروانې دى، مالِک خُدائ فرمائى چې، کله به زۀ خلق ورولېږم چې موآب د لوښى نه رابهر کړى. او هغوئ به هغه د لوښى نه لکه د ميو په شان توئ کړى او لوښى به زره زره کړى.</verse>
				<verse number="13">نو په آخر کښې به بيا د موآب خلق د کموس بُت نه شرميږى، لکه څنګه چې بنى اِسرائيل په بيت‌ايل کښې په بُت باندې په يقين کولو شرمېدل.</verse>
				<verse number="14">نو بيا تاسو څنګه لافې وهلې چې، مونږ په جنګ کښې ډېر تکړه او باتور فوجيان يُو؟</verse>
				<verse number="15">موآب به تباه شى او د هغۀ ښارونه به قبضه کړے شى. د هغۀ ښائسته زلمى به حلالېدو دپاره بوتلے شى، دا د هغه بادشاه فرمان دے چې د چا نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.</verse>
				<verse number="16">د موآب د ختمېدو اَنجام رانزدې شوے دے، او د هغۀ بربادى زر راتلونکى ده.</verse>
				<verse number="17">اے د موآب دوستانو او ګاونډيانو په دۀ باندې ماتم وکړئ، تاسو څومره چې د هغۀ د شُهرت او نوم نه واقف يئ، نو ووايئ چې، افسوس د موآب د شان او شوکت امسا ماته شوه او د هغې ټول طاقت تس نس شو.</verse>
				<verse number="18">اے د ديبون اوسېدونکو د خپل شاندار تخت نه راکوز شئ او په خشکه زمکه او خاورو کښېنئ، ځکه هغه چا چې موآب تباه کړو هغه به ديبون هم ټوټه ټوټه کړى. او هغه به ستاسو ټولې قلعه ګانې راوغورزوى.</verse>
				<verse number="19">اے د عروعير اوسېدونکو د سړک په غاړه ودرېږئ او خلقو ته وګورئ. د هغه نارينه او زناناؤ نه څوک چې تښتى تپوس وکړئ چې څۀ چل وشو؟</verse>
				<verse number="20">هغوئ به په جواب کښې ووائى چې، د ارنون د سيند په غاړه موآب تباه شو او په شرمونو وشرمېدو، په چغو او سورو په هغۀ ماتم او ژړا وکړئ.</verse>
				<verse number="21">د مالِک خُدائ عدالت په دې غريزه مُلکونو لکه حولون، يهض، مفعت،</verse>
				<verse number="22">ديبون، نبو، بيت‌دبلاتايم،</verse>
				<verse number="23">قِريَتائم، بيت‌جمول، بيت‌معون،</verse>
				<verse number="24">قريوت او بُصره او د موآب په ټولو لرې او نزدې ښارونو نازل شوے دے.</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ دا اعلان وکړو چې، د موآب ښکر مات شو، او د هغۀ طاقت ختم شو.“</verse>
				<verse number="26">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په موآب باندې مے وڅښئ او نشه يې کړئ، ځکه چې هغۀ خپل ځان په ما اوچت ګڼلو، پرېږده چې اوس هغه په خپلو اولټو کښې ورغړى، او پرېږده چې هغه د خلقو د خندا شى.</verse>
				<verse number="27">اے موآبه، آيا تا به بنى اِسرائيلو پورې خندا نۀ کوله څۀ؟ آيا ستاسو په خيال هغوئ غلۀ وُو، چې کله به تاسو د هغوئ په حقله خبرې کولې نو په مسخره آميزه توګه به مو خپل سرونه خوځول؟</verse>
				<verse number="28">اے د موآب اوسېدونکو، تاسو خپل ښارونه پرېږدئ او په ګټانو کښې اوسېږئ. لکه د ګوګوشتکو په شان شئ، چې د غارونو په خولۀ کښې خپل ځان له جاله جوړوى.</verse>
				<verse number="29">مونږ د موآب د کبر په حقله واورېدل، ځکه چې د هغۀ بې‌حده کبر او سوچ، د هغۀ کبر او غرور او د هغۀ د زړۀ د خود غرضۍ نه خبر يُو.</verse>
				<verse number="30">مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ د هغوئ د غرور نه خبر يم خو دا بې‌مطلبه دے، او د هغوئ عملونه عبث دى.</verse>
				<verse number="31">نو په دې وجه زۀ په موآب ماتم کوم، زۀ د ټولو موآبيانو دپاره ژړا کوم، او زۀ د قير‌حراست د خلقو دپاره ژړا کوم.</verse>
				<verse number="32">سبماه، زۀ به په تا وير وکړم د دې نه هم زيات چې مې په يعزير کړى وُو، سبماه ستا د انګورو څانګې تر سمندر پورې رسېدلى دى، خو تباه کوونکے ستا په مېوو او انګورو راپرېوتلے دے.</verse>
				<verse number="33">د موآب د زرخېزه پټو او مُلک نه د خندا او خوشحالۍ آوازونه تلى دى، ما د انګورو د لنګرو نه مے جوړول بند کړى دى، هيڅ څوک هم انګور په خوشحالۍ سره نۀ نچوړوى. تر دې چې هلته شور او چغې اورېدلے شى، خو د خوشحالۍ نه بلکې د جنګ.</verse>
				<verse number="34">د هغوئ د ژړا آوازونه د حسبون نه تر اِلى‌عالى او يهض پورې، او د ضُعر نه تر حورونايم پورې او عجلت‌شليشياه پورې اورېدلے شى. او تر دې چې اوس د نِمريم اوبۀ هم اوچې شوې دى.</verse>
				<verse number="35">مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به په موآب کښې هغه کسان ختم کړم څوک چې په اوچتو ځايونو کښې خپلو معبودانو ته نذرانې پېش کوى او هغوئ ته خوشبوئى سوزوى.</verse>
				<verse number="36">نو زما زړۀ د موآب دپاره لکه د شپيلۍ فريادونه کوى، او دا هم په قير‌حراست کښې د هغه خلقو دپاره لکه د شپيلۍ فريادونه کوى. کوم مال دولت چې هغوئ حاصل کړے وو لاړو.</verse>
				<verse number="37">ټولو خلقو خپل سرونه او ږيرې د غم په وجه ګنجى کړى وُو، او خپل لاسونه يې زخمى کړى وُو او د خپلو ملاګانو نه يې ټاټ تاو کړے وو.</verse>
				<verse number="38">مالِک خُدائ فرمائى چې، د موآب د هر يو کور په سر او په هره لاره او کوڅه کښې ماتم او ژړا اورېدلے کيږى. ځکه چې ما موآب لکه د هغه لوښى په شان چې څوک يې هم نۀ غواړى ټوټه ټوټه کړو.</verse>
				<verse number="39">هاے هاے، دا څنګه ټوټه ټوټه شو. او د هغوئ چغې او سورى واورئ. د موآب شرمېدل وګورئ، دا خو ټولو خلقو او ګاونډيانو دپاره د خندا او د تباهۍ يو مثال جوړ شو.“</verse>
				<verse number="40">مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ګورئ، يو قوم د باز په شان خپلې وزرې خورې کړې او په موآب باندې راغوټه کيږى.</verse>
				<verse number="41">قريوت به قبضه شى او د هغۀ مضبوطې قلعه ګانې به واخستلے شى. او په هغه ورځ به د موآب د فوجيانو زړونه داسې ګبراويږى لکه چې د يوې ښځې زړۀ چې د لنګون په وخت کښې ګبراويږى.</verse>
				<verse number="42">موآب به نور يو قوم پاتې نۀ شى ځکه چې هغوئ خپل ځان د مالِک خُدائ نه لوئ تصور کړو.</verse>
				<verse number="43">مالِک خُدائ فرمائى چې، دهشت، کنده او دامونه د موآب د خلقو په انتظار کښې دى.</verse>
				<verse number="44">هر څوک چې د دهشت نه وتښتى نو په کنده کښې به وغورزيږى. څوک چې د کندې نه راوچت شى نو په دام کښې به ګرفتار شى، ځکه چې زۀ په موآب باندې د سزا وخت راولم، مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="45">کوم خلق چې حسبون ته د پناه دپاره وتښتى نو هلته به بې‌وسه ودريږى، ځکه چې د حسبون نه د اور شُغلې راوچتيږى، د بادشاه سيحون د زوړ کور نه به د اور لمبې راوچتيږى. دا اور د موآب تندے سوزوى، او د شور اچوونکو لافوانو کوپړۍ سوزوى.</verse>
				<verse number="46">په تا دې افسوس وى اے موآبه. د کموس بُت عبادت کوونکى تباه شول، ستاسو زامن مُلک بدر شول او ستاسو لوڼه ونيولے شوې او جلاوطن کړے شوې.</verse>
				<verse number="47">خو زۀ به بيا موآب په راتلونکى وخت کښې دوباره بحال کړم، مالِک خُدائ فرمائى.“ نو دلته د موآب په حقله د يرمياه نبى پېشګوئې ختمه شوه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="49">
				<verse number="1">د عمونيانو په حقله مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا د بنى اِسرائيلو څوک اولاد نشته؟ او د هغوئ څوک وارث نشته؟ نو بيا ولې د مولک بُت تابعدارى کوونکو د جاد په مال حال قبضه کړې ده او د هغوئ په ښارونو کښې اوسيږى؟“</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ فرمائى، ”خو هغه ورځې راروانې دى کله چې زۀ به د عمونيانو د ربه د ښار خلاف د جنګ آواز وکړم. دا ښار به د تباهۍ نه د خاورو يو ډېرے جوړ شى، او د خوا او شا کلى به يې وسوزولے شى. نو بيا به بنى اِسرائيل هغه کسان وشړى چا چې دوئ شړلى وُو.</verse>
				<verse number="3">اے د حسبون ښځو، وژاړئ، ځکه چې د عى ښار تباه شو. اے د ربه ښځو، وير وکړئ. د ټاټ جامې واغوندئ او ماتم وکړئ. اخوا ديخوا سرګردانه وزغلئ، ځکه چې د مولک بُت به سره د خپلو اِمامانو او خادِمانو جلاوطن کړے شى.</verse>
				<verse number="4">تاسو ولې په خپل لوئ طاقت باندې فخر او لافې کوئ؟ ستاسو مال دولت به کم کړے شى، اے عمونه. چې د سرکشه جينۍ په شان په خپل مال دولت باندې يقين کوئ او داسې وايئ، په چا کښې جرأت شته چې په مونږ باندې حمله وکړى؟“</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”ګورئ، زۀ به ستاسو د هرې خوا نه په تاسو باندې يره او وحشت راولم. او ستاسو هر يو کس به د مُلک نه وشړلے شى، او هيڅ څوک به هم دا مفروران يو ځائ ته راجمع نۀ کړى.</verse>
				<verse number="6">خو وروستو به زۀ عمونيان يو ځل بيا بحال کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“</verse>
				<verse number="7">د ادوميانو په حقله مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”ولې په تيمان کښې نور حکمت او عقل نشته څۀ؟ آيا هوښياران ورته صحيح مشوره نۀ شى ورکولے څۀ؟ ولې د هغوئ عقل خوړلے شوے دے څۀ؟</verse>
				<verse number="8">اے د ددان خلقو، واپس شئ او وتښتئ، او په غارونو کښې خپل ځان پټ کړئ، ځکه چې زۀ په عِيسو افت نازلوم نو په دغه وخت کښې به زۀ هغۀ ته هم سزا ورکړم.</verse>
				<verse number="9">هغوئ څوک چې انګور راټولوى لږ څۀ غريبانانو ته پرېږدى. کۀ چرې په شپه کښې ورباندې غلۀ راشى، نو هغوئ به ورنه هر څۀ نۀ جارُو کوى.</verse>
				<verse number="10">خو زۀ به د عِيسو نه هر څۀ جارُو کړم او د هغۀ پټ ځايونه به ښکاره کړم، نو هغه به يو ځائ هم خپل ځان پټولے نۀ شى. د هغۀ ماشومان، خپلوان، او ګاونډيان به تباه کړے شى، او هغه به نور په دُنيا کښې ژوندى پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="11">خو زۀ به ستاسو د يتيمانو خيال ساتم او ستاسو کونډې دې هم په ما د مدد دپاره باور وکړى.“</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ چرې بې‌ګناه خلقو ته سزا ملاويږى، نو بيا به تاسو د څومره سزا لائق يئ. تاسو به بې‌سزا پاتې نۀ شئ. نو تاسو به ضرور د غضب د دې پيالۍ نه خوند واخلئ.“</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ په خپل ذات قسم خورم چې، د بُصره ښار به تباه شى او د خاورو ډېرے به جوړ شى او د ټولو خلقو دپاره به د وحشت، سپکوالى او د لعنت مثال وګرځى، او د هغۀ ټول ښارونه به د تل دپاره تباه او برباد شى.“</verse>
				<verse number="14">ما د مالِک خُدائ له طرفه پېغام واورېدو، يو قاصد قومونو ته ولېږلے شو چې هغوئ ته ووائى چې، ”د ادوم په خلاف لښکر راجمع کړئ او د جنګ دپاره تيارى وکړئ.</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ ادوميانو ته فرمائى چې، اوس به زۀ تا د نورو قومونو په مينځ کښې کمزورے کړم. او ټول به تا ته په سپکه سترګه ګورى.</verse>
				<verse number="16">ستا خپل دهشت او کوم کبر چې ستا په زړۀ کښې وو تۀ دوکه کړې، تاسو څوک چې د ګټانو په درزونو کښې اوسېږئ، او د غرونو اوچتې څوکې ستا په قبضه کښې دى. کۀ څۀ هم چې تۀ د باز په شان په اوچتو ځايونو کښې خپلې جالې جوړې کړې نو د هلته نه به زۀ تا لاندې راکوز کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.</verse>
				<verse number="17">ادوم به د خلقو دپاره د يرې مثال وګرځى، او څوک هم چې په دې لار تېريږى د هغوئ د ټولو افتونو پورې به حق حېران شى.</verse>
				<verse number="18">لکه څنګه چې سدوم او عموره، او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو باندې تباهى راغلې وه، نو ادوم به هم هغه شان تباه شى، هلته به هيڅ څوک نۀ ژوند کوى او نۀ به اوسيږى. مالِک خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="19">لکه څنګه چې يو زمرے د اُردن د جاړو بوټو نه د څرن زمکې ته راځى او په ګډو ورټوپ کوى، نو دغه شان به زۀ ادوميان د هغوئ د خپل مُلک نه وشړم، او زۀ به د خپلې خوښې مشر په کښې مقرر کړم. نو هغه به په دوئ حکومت وکړى. څوک زما په شان کېدلے شى؟ او يو مشر به هم زما خلاف ونۀ دريږى.</verse>
				<verse number="20">نو بيا هغې منصوبې ته غوږ شه کومه چې مالِک خُدائ د ادوم په خلاف جوړه کړې ده، او څۀ چې هغه د تيمان د خلقو سره کول غواړى. د هغوئ د رمې نه به واړۀ ګډورى راکاږى او هغه به په پوره توګه د هغوئ د څرن ځائ د دوئ په وجه وران کړى.</verse>
				<verse number="21">د ادوم د راغورزېدو په آواز به زمکه ټوله په لړزان شى، او د هغوئ د چغو او سورو آواز به د بحرِقُلزمه پورې اورېدلے شى.</verse>
				<verse number="22">ګورئ، دشمن لکه د باز په شان راغوټه شوے دے، او خپل وزرونه يې په بُصره باندې خوارۀ کړى دى، تر دې چې په هغه ورځ به د ادوم د تکړه فوجيانو زړۀ داسې په تکليف او يره کښې وى لکه چې د يوې ښځې زړۀ په لنګون کښې وى.“</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ د دمشق په حقله دا پېغام ورکړو چې، ”د حمات او ارفاد ښارونه د يرې نه اوبۀ شول، ځکه چې هغوئ د خپل ځان د تباهۍ پېغام واورېدو. د هغوئ زړونه داسې بې‌سکونه شول لکه څنګه چې د سمندر چپې نا آرامه او بې‌سکونه وى او هيڅ سکون ورته نۀ ملاويږى.</verse>
				<verse number="24">د دمشق ښاريه د هغې ښځې په شان ده چې بې‌همته شوه، او د هغې ټول خلق وتښتېدل. يرې، وارخطايۍ، او درد هغه رانيولې ده لکه څنګه چې يوه ښځه د لنګون په وخت کښې نيولې وى.</verse>
				<verse number="25">دا مشهور ښار به څومره وران ويجاړ وى، کوم ښار چې په يو وخت کښې د خوشحالۍ ډک وو.</verse>
				<verse number="26">مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، د هغۀ ځوانان به په کوڅو کښې راپرېوځى او قتل به شى، او د هغوئ فوجيان به په هغه ورځ ټول ختم کړے شى.</verse>
				<verse number="27">زۀ به د دمشق په دېوالونو باندې اور ولګوم، او تر دې چې دا به د بِن‌حدد محلونه وسوزوى.“</verse>
				<verse number="28">د قيدار او د حاضور د علاقې په حقله کوم چې د بابل بادشاه نبوکدنضر ورباندې حمله وکړه، مالِک خُدائ فرمائى چې، ”راپاڅئ او په قيدار باندې حمله وکړئ او د مشرق اوسېدونکى تباه کړئ.</verse>
				<verse number="29">د هغوئ خېمې او رمې به قبضه کړے شى، د هغوئ د سر سورے به ترې نه سره د سامانه او اوښانو واخستلے شى. او خلق به د هرې خوا نه چغې سورې وهى. او هر چرته به يره خوره شوې وى.</verse>
				<verse number="30">مالِک خُدائ فرمائى چې، اے د حاضور خلقو په منډه وتښتئ. او خپل ځانونه په ژورو غارونو کښې پټ کړئ. ځکه چې د بابل بادشاه نبوکدنضر ستا خلاف منصوبه تياره کړې ده. او ستاسو د تباهۍ تيارے کوى.</verse>
				<verse number="31">مالِک خُدائ فرمائى، راپاڅه او په هغه ښارونو باندې حمله وکړه څوک چې په آرام او سکون کښې ژوند کوى. د چا چې نۀ دروازې شته او نۀ دېوالونه او يواځې اوسيږى.</verse>
				<verse number="32">د هغوئ اوښان تالا کړه او د هغوئ رَمې لوټ کړه. او زۀ به هغوئ څوک چې په دشتو او ميرو کښې اوسيږى د هوا په مخکښې خوارۀ کړم او د هرې خوا نه به پرې افت نازل کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.</verse>
				<verse number="33">حاضور به د ګيدړانو د اوسېدو ځائ شى او د همېشه دپاره به وران او شاړ پروت وى. هيڅ څوک به هلته نۀ ژوند کوى او نۀ به اوسيږى.“</verse>
				<verse number="34">دا د مالِک خُدائ هغه پېغام دے چې په يرمياه نبى باندې د عيلام په حقله د يهوداه د بادشاه صدقياه د بادشاهۍ په وړومبو ورځو کښې نازل شو.</verse>
				<verse number="35">مالِک خُدائ ربُ الافواج وفرمائيل چې، ”زۀ به د عيلام ليندې چلوونکى ووژنم، کوم چې د هغوئ د زور او طاقت اُميد دے.</verse>
				<verse number="36">زۀ به د آسمانونو د څلورو خوا نه په هغوئ باندې څلور بادونه راولم او هغوئ به ورته تس نس کړم، او داسې يو قوم او مُلک به نۀ وى چې د عيلام خلق ورته په جلاوطنۍ لاړ نۀ شى.</verse>
				<verse number="37">زۀ به د عيلام د خلقو په زړۀ کښې د هغوئ د دشمنانو يره واچوم. څوک چې د هغوئ مرګ پسې ګرځى، زۀ به په هغوئ افت نازل کړم او تر دې چې خپل خطرناک قهر او غضب به پرې راولم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے. زۀ به هغوئ ته فوجيان ورولېږم چې دوئ راټينګ کړى تر دې چې ټول تباه کړم.</verse>
				<verse number="38">زۀ به خپل تخت په عيلام کښې قائم کړم، او د هغې بادشاه او آفسران به هلاک کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.</verse>
				<verse number="39">خو زۀ به په آئنده کښې د عيلام خلق بحال کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="50">
				<verse number="1">مالِک خُدائ يرمياه نبى ته د بابل د خلقو او د بابل د وطن په حقله دا پېغام نازل کړو چې،</verse>
				<verse number="2">”د قومونو په مينځ کښې د دې خبرې اعلان وکړه، جنډا اوچته کړه او په ډاګه ورته ووايه، او هيڅ خبره مۀ پټوه بلکې دا ښکاره وايه چې، بابل به قبضه کړے شى، او بيل بُت به په شرمونو وشرميږى او رسوا به شى، او مردوک بُت به ويريږى. د بابل مجسمه به په شرمونو وشرمولے شى او د هغې بُتان يرې راخستى دى.</verse>
				<verse number="3">د شمال د خوا نه به يو قوم په دې حمله وکړى او د هغوئ مُلک به تباه کړى او په صحرا به يې بدل کړى. او هيڅ څوک به هلته نۀ اوسيږى، انسانان او ځناور به وتښتى.“</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه ورځو کښې به د اِسرائيل او د يهوداه خلق په يو ځائ په ژړا راروان وى. د مالِک خُدائ او د خپل مقدس خُدائ لټون به کوى.</verse>
				<verse number="5">هغوئ به د صيون د لارې تپوس وکړى او بيا به هغه خوا ته مخ تاو کړى او ورروان به شى. هغوئ به ما سره ابدى لوظ وکړى کوم به چې کله هم نۀ هېريږى.</verse>
				<verse number="6">زما غوره شوے قوم د ورکو شوو ګډو په شان دے، د هغوئ د قوم شپونکو هغه په غلطو لارو روان کړى دى او په غرونو کښې يې سرګردانه پرېښودى دى. او هغوئ په غرونو او غونډو سرګردانه ګرځى او خپل د آرام کولو ځائ ترې نه هېر وى.</verse>
				<verse number="7">هر چا به چې هم هغوئ بياموندل نو هغوئ به يې وژل. د هغوئ دشمنانو وئيل، مونږ په دوئ باندې په حملې کولو سره ګناه ګار نۀ يُو، ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده څوک چې رښتينے څرن ځائ دے او د هغوئ پلار نيکۀ به هم په هغۀ باندې يقين او خپل اُميد ساتلو.</verse>
				<verse number="8">اے زما غوره شوے قومه د بابل نه وتښتئ، د بابليانو مُلک پرېږدئ، او د هغه نر چېلى په شان شئ چې د رَمې رهنمائى کوى.</verse>
				<verse number="9">زۀ به د شمال نه د تکړه قومونو اِتحاد جوړ کړم او د بابل خلاف به يې راپاڅوم. او هغوئ به د بابل خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړى او د شمال د خوا نه به هغه قبضه کړى. او هغوئ په غشو ويشتو کښې ماهران دى چې کله هم د هغوئ غشى نۀ خطا کيږى.</verse>
				<verse number="10">خو بابل به لوټ کړے شى او هر هغه څوک چې هغه لوټ کړى او هر څۀ چې غواړى هغه به يوسى او ځان به پرې موړ کړى. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“</verse>
				<verse number="11">”اے بابليانو تاسو چا چې زما غوره شوے قوم تالا والا کړو، او اوس په خپلو کښې خندا خوشحالى کوئ، تاسو د هغه سخى په شان ټوپونه وهئ کله چې هغه د موږى نه آزاد شى او د آس په شان هڼېږئ،</verse>
				<verse number="12">خو ستاسو خپله مور به رسوا شى، چا چې تاسو زيږولى يئ هغه به شرمنده شى. هغه به په ټولو مُلکونو کښې بې‌اهميته وى، هغه به په دشتو، په اوچه زمکه، او په صحرا بدله شى.</verse>
				<verse number="13">د مالِک خُدائ د غضب په وجه به بيا په کښې څوک نۀ اوسيږى خو بلکل به وران ويجاړ شى. څوک هم چې پرې تېريږى او د بابل تباهى وګورى نو د وحشت نه به حق حېران شى.</verse>
				<verse number="14">اے ليندو والاو تاسو ټولو چا چې خپلې ليندې راښکلى دى، د بابليانو خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړئ. په هغوئ باندې ګزار وکړئ. چې يو غشے درنه خطا نۀ شى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده.</verse>
				<verse number="15">د هرې خوا نه د هغۀ خلاف د جنګ چغې ووهئ. وګورئ هغه محاصره شوے دے، د هغۀ دېوالونه راغورزېدلى دى. دا د مالِک خُدائ د انتقام اخستو ورځ ده، د بابل نه انتقام واخلئ. کوم سلوک چې هغوئ د نورو سره کړے وو هم هغه شان سلوک ورسره وکړئ.</verse>
				<verse number="16">د بابل خلق په پټو کښې د تخم کَرلو او فصل رېبلو نه منع کړئ، د ظالمانو د ظلم د وجې نه دې ټول غېر مُلکيان خپلو خلقو او خپل مُلک ته واپس لاړ شى.“</verse>
				<verse number="17">”بنى اِسرائيل د ګډو د هغه خورې ورې شوې رمې په شان دے چې زمرو په مخه کړې وى. په اول ځل چې چا تېر کړل هغه د اسور بادشاه وو، په آخر کښې چا چې د هغۀ هډُوکى مات کړل هغه نبوکدنضر د بابل بادشاه وو.</verse>
				<verse number="18">نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به اوس د بابل بادشاه او د هغۀ مُلک له سزا ورکړم لکه څنګه چې ما د اسور بادشاه له ورکړې وه.</verse>
				<verse number="19">زۀ به بنى اِسرائيل خپل د څرن ځائ ته واپس راولم او هغوئ به د کرمل او بسن په پټو کښې وڅريږى، او د هغوئ لوږه به د اِفرائيم او د جِلعاد په غونډو کښې معموره شى.</verse>
				<verse number="20">په هغه ورځو کښې، مالِک خُدائ فرمائى چې، د اِسرائيل ګناهونه به ولټولے شى خو يو به په کښې پېدا نۀ شى، او د يهوداه ګناهونه به ولټولے شى او هيڅ ګناه به په کښې پېدا نۀ شى، ځکه چې کوم ما ژوندى پرېښودى دى زۀ به د هغوئ ګناهونه معاف کړم.“</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ فرمائى، ”زما لښکرو د مراتايم په وطن او د فقود په خلقو باندې حمله وکړئ. هغوئ پسې شئ، او وې وژنئ او مکمل يې تباه کړئ، او هر څۀ وکړئ د څۀ چې ما حکم درکړے دے.</verse>
				<verse number="22">په مُلک کښې دې د جنګ شور او ژړاګانې واورېدلے شى، او د لوئې تباهۍ آوازونه اورېدلے کيږى.</verse>
				<verse number="23">په ټوله دُنيا کښې د بابل لوئ او زورَور څټک څنګه ټوکړې ټوکړې شو. او وګورئ چې بابل څنګه په نورو قومونو کښې د وحشت مثال وګرځېدو.</verse>
				<verse number="24">اے بابليانو، ما تاسو ته لټ کېښودلو، خو تاسو پرې خبر نۀ وئ خو په کښې ګرفتار شوئ، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خلاف جنګ وکړو.</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ خپل د وسلې ګودام کولاو کړے دے او د خپل غضب وسله يې ترې راويستلې ده، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج به دا د بابل خلاف د هغوئ په مُلک کښې استعمال کړى.</verse>
				<verse number="26">د هرې خوا نه د هغۀ خلاف حمله وکړئ، او ګودامونه يې مات کړئ، او هغه لکه د غلې دانو په شان ډېرے کړئ. په مکمل توګه هغه تباه کړئ او هيڅ څوک په کښې ژوندى مۀ پرېږدئ.</verse>
				<verse number="27">د هغوئ ټول غوَيان حلال کړئ، په دوئ دې افسوس وى ځکه د هغوئ د سزا او حساب ورځ او وخت رارسېدلے دے.</verse>
				<verse number="28">هغه کسانو ته غوږ شئ څوک چې د بابل نه راتښتېدلى دى، نو هغوئ په يروشلم کښې وائى چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د هغوئ نه څنګه انتقام اخلى څوک چې د هغۀ کور تباه کوى.</verse>
				<verse number="29">ټول لينده چلوونکى د بابل خلاف راجمع کړئ، محاصره يې کړئ چې يو کس هم درنه ونۀ تښتى. هغۀ ته د خپلو اعمالو په مطابق بدله ورکړئ، هغۀ سره هغه څۀ وکړئ کوم چې دۀ د نورو خلقو سره کړى دى. ځکه چې بابل د خپلې مغرورتيا په وجه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات خلاف سرکشى کړې ده.</verse>
				<verse number="30">مالِک خُدائ فرمائى چې، د هغۀ ځوانان به په کوڅو کښې راپرېوځى او قتل به شى، او د هغوئ فوجيان به په هغه ورځ ټول ختم کړے شى.</verse>
				<verse number="31">مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ګورئ، زۀ ستاسو خلاف يم، اے مغروره خلقو، ستاسو د سزا ورځ رارسېدلې ده هغه وخت چې زۀ تاسو له سزا درکړم.</verse>
				<verse number="32">ستا کبرژن قوم به تيندک وخورى او راوبه غورزيږى، او هيڅ څوک به تاسو نۀ راوچتوى، زۀ به د هغۀ په ښارونو اور بل کړم او هغه به په خپل شا او خوا کښې ځان سره هر څۀ وسوزوى.</verse>
				<verse number="33">مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، د اِسرائيل او د يهوداه خلق مظلومان دى، هغوئ چې چا نيولى دى نو د هغوئ د پرېښودو نه اِنکار کوى.</verse>
				<verse number="34">خو د هغوئ بچ کوونکے ډېر زورَور دے، او مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغۀ نوم دے. هغه به په سختۍ سره د هغوئ د مسئلې دفاع وکړى، او هغه به دوئ ته آرام ورکړى، خو د بابل خلق به نا آرامه کړى.</verse>
				<verse number="35">مالِک خُدائ فرمائى چې، د تباهۍ تُوره دې بابل تباه کړى. هغه دې د بابل ټول اوسېدونکى او د هغۀ آفسران او هوښياران خلق تباه کړى.</verse>
				<verse number="36">د هغوئ دروغژن نبيان به په جنګ کښې مړۀ شى، او هغوئ به بې‌وقوفان ثابت شى. د هغوئ تکړه فوجيان به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ به سختو يرو ترخو کښې راګېر شى.</verse>
				<verse number="37">جنګ به د هغوئ خلاف د هغوئ آسونه او جنګى ګاډۍ تباه کړى او په هغۀ کښې د نورو مُلکونو فوجيان به هم تباه کړى. او هغوئ به د ښځو په شان بُزدله شى. او جنګ به د هغوئ خزانې تباه کړى، او لوټ به يې کړى.</verse>
				<verse number="38">د هغۀ د اوبو ذخيرې دې اوچې کړے شى. هغه به اوچې شى، ځکه چې ټول مُلک د بُتانو نه ډک شوے دے، او د هغه خلقو د بُتانو د يرې نه لکه د ليونو په شان عمل وکړو.</verse>
				<verse number="39">نو بيا به په بابل کښې د دشتو ځناور اوسيږى، او د ګيدړانو او ګونګيانو په کور به بدل شى. نو دا به بيا هيڅکله آباد نۀ شى او دا به همېشه دپاره شاړ پروت وى.</verse>
				<verse number="40">لکه څنګه چې خُدائ پاک سدوم او عموره، سره د ګاونډيانو تباه کړل هم هغه شان به بابل هم تباه کړى. مالِک خُدائ فرمائى چې، نو هيڅ څوک به هلته نۀ اوسيږى او نۀ به يو انسان په کښې ژوند کوى.</verse>
				<verse number="41">وګورئ، د شمال د خوا نه فوج راروان دے، يو لوئ قوم او ډېر بادشاهان د دُنيا د آخر نه راپاڅېدلى دى.</verse>
				<verse number="42">هغوئ په ليندو او نېزو باندې سمبال دى، او هغوئ ظالمان دى او هيڅ رحم په کښې نشته. کله چې هغوئ په خپلو آسونو باندې سوارۀ شى لکه د سمندر داسې غړمبار کوى، هغوئ جنګ ته په قطارونو کښې راروان دى چې په لور بابل باندې حمله وکړى.</verse>
				<verse number="43">د بابل بادشاه چې د دشمن د راتلو په حقله دا خبر واورېدو، نو د هغۀ لاسونه شل شول. هغه يرې او دردونو ونيولو، داسې درد لکه چې د ښځې د لنګون په وخت کښې وى.</verse>
				<verse number="44">لکه څنګه چې يو زمرے د اُردن د جاړو بوټو نه د څرن زمکې ته راځى او په ګډو ورټوپ کوى، نو دغه شان به زۀ د بابل خلق د خپل مُلک نه وشړم، او زۀ به د خپلې خوښى مشر په کښې مقرر کړم. نو هغه به په دوئ حکومت وکړى. څوک زما په شان کېدلے شى؟ او يو مشر به هم زما خلاف ونۀ دريږى.</verse>
				<verse number="45">نو بيا هغې منصوبې ته غوږ شه کومه چې مالِک خُدائ د بابليانو خلاف جوړه کړې ده، تر دې چې واړۀ ماشومان به د ګډورو په شان وشړلے شى، او د هغوئ د څرن ځايونه به وران کړے شى.</verse>
				<verse number="46">زمکه به په دې چغو سورو سره په لړزان شى ”بابل قبضه کړے شوے دے.“ او د هغوئ د مايوسۍ ژړا به په ټوله دُنيا کښې واورېدلے شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="51">
				<verse number="1">مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ګوره، زۀ به د بابل او د هغۀ د خلقو خلاف تباه کوونکې هوا راوچته کړم.</verse>
				<verse number="2">زۀ به بابل ته غېر مُلکيان ورولېږم چې هغه چاڼ کړى او د هغۀ مُلک تباه کړى. او هغوئ به په هغۀ د هرې خوا نه حمله وکړى کله چې د هغۀ د تباهۍ ورځ راشى.</verse>
				<verse number="3">د بابل فوجيان ليندو راښکلو ته مۀ پرېږدئ، او زغرو اچولو ته يې مۀ پرېږدئ. د هغوئ ځوانان درنه بچ نۀ شى، د هغوئ فوجيان په مکمل توګه تباه کړئ.</verse>
				<verse number="4">هغوئ به په بابل کښې مړۀ شى، او د هغۀ په کوڅو کښې به سخت زخميان شى.</verse>
				<verse number="5">خو اِسرائيل او يهوداه خُدائ پاک ربُ الافواج نۀ دى هېر کړى، کۀ څۀ هم چې د هغوئ مُلک د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات په خلاف د ګناه نه ډک دے.</verse>
				<verse number="6">د بابل نه وتښتئ، د خپل ژوند د بچ کولو دپاره منډه ووهئ، د هغۀ د ګناهونو په وجه خپل ځان مۀ مړ کوئ. دا د مالِک خُدائ د انتقام وخت دے، هغه به ورته پوره بدل ورکړى د کوم چې بابل حقدار وى.</verse>
				<verse number="7">بابل د مالِک خُدائ په لاس کښې د سرو زرو پياله وه، هغه پيالۍ چې ټوله زمکه يې نشه کړه. قومونو د هغۀ شراب وڅښل نو په دې وجه هغوئ اوس مست شول.</verse>
				<verse number="8">خو ناګهانه بابل هم راوغورزېدو په هغۀ ماتم وکړئ. د هغۀ زخمونو له مرهم ورکړئ. کېدے شى چې هغه شفا ومومى.</verse>
				<verse number="9">مونږ به هغۀ ته شفا ورکړې وه کۀ چرې مونږ کولے شو، خو هغه اوس نۀ رغيږى. راځئ چې اوس هغه پرېږدو او هر يو خپل مُلک ته واپس لاړ شُو، د هغۀ سزا اوس آسمان ته رسېدلې ده، دا دومره لويه ده چې هغه اوس د اندازه کولو نه بهر ده.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ دا خبره څرګنده کړه چې مونږ په حقه يُو. راځئ چې په صيون کښې هغه څۀ ووايو کوم کارونه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک کړى دى.</verse>
				<verse number="11">خپل غشى تېرۀ کړئ، او خپل ډالونه راوچت کړئ، مالِک خُدائ دا مادى بادشاهان راوچت کړى دى، چې د بابل خلاف پېش قدمى وکړى او هغه تباه کړى. دا د هغۀ انتقام اخستل دى د هغه چا نه چا چې د هغۀ کور پليت کړے دے.</verse>
				<verse number="12">د بابل د دېوالونو خلاف جنډا اوچته کړئ، د ښار محافظان مضبوط کړئ، او چوکيداران ودروئ او د پټ ګزار دپاره تيارے وکړئ، ځکه چې مالِک خُدائ به خپله منصوبه او مقصد پوره کړى، هغۀ چې څۀ وفرمائيل نو هم هغه به د بابل د خلقو سره وکړى.</verse>
				<verse number="13">اے بابله، تۀ د ډېرو سيندونو په غاړه پروت ښار يې او د مال دولت او تجارت نه ډک يې، خو ستا اَنجام رارسېدلے دے، او ستا د ژوند تار شلېدلے دے.</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ ربُ الافواج په خپل ذات باندې قسم وکړو چې، زۀ به ستاسو ښارونه د دشمنانو نه ډک کړم، لکه څنګه چې يو پټے د مُولخانو نه ډک وى، او هغوئ به په تاسو باندې د فتحې چغې ووهى.“</verse>
				<verse number="15">”مالِک خُدائ په خپل قدرت سره زمکه جوړه کړه. او په خپل حکمت سره يې دُنيا قائمه کړه. او په خپل عقل يې آسمانونه خوارۀ کړل.</verse>
				<verse number="16">د هغۀ په حُکم باندې آسمان په غرار شى، هغه وريځې د زمکې د يو سر نه تر بل سره پورې خوروى. هغه برېښنا د باران سره رالېږى او د خپلو ذخيرو نه هوا رالوځوى.</verse>
				<verse number="17">د انسان ټول نسلونه بې‌عقله او بې‌علمه دى، هغه کاريګر چې بُتان جوړوى دوئ به د دې بُتانو په وجه وشرميږى، ځکه چې د دوئ بُتان هم دوکه ده او ساه په کښې نشته.</verse>
				<verse number="18">دا بُتان فضول او د مسخرو څيزونه دى. کله چې د هغوئ د حساب کِتاب ورځ راشى دا به ټول تباه شى.</verse>
				<verse number="19">خو مالِک خُدائ د يعقوب ميراث د دې بُتانو په شان نۀ دے. هغه د هر شى خالق دے، د بنى اِسرائيلو په شمول چې د هغۀ خپل قوم دے. او د هغۀ نوم ربُ الافواج دے.“</verse>
				<verse number="20">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”اے بابله، تۀ زما د جنګ تبر يې، او زما د جنګ وسله يې. ستا په ذريعه به زۀ قومونه ذره ذره کوم، او زۀ به په تا بادشاهتونه تباه کوم،</verse>
				<verse number="21">زۀ به ستا په ذريعه آسونه او د هغۀ سوارۀ ذره ذره کوم، زۀ به په تا ګاډۍ او د هغې چلوونکى تس نس کوم،</verse>
				<verse number="22">زۀ به په تا ښځې او سړى ذره ذره کوم، زۀ به په تا بوډاګان او ځوانان وژنم، زۀ به په تا ځوانان او پېغلې ذره ذره کوم،</verse>
				<verse number="23">زۀ به په تا شپونکى او رمې تس نس کوم، زۀ به په تا زميندار او د غوَيانو جوړې ذره ذره کوم، زۀ به په تا حکمرانان او مشران وژنم.“</verse>
				<verse number="24">”ستا د سترګو د وړاندې به زۀ بابليانو او څوک چې په بابل کښې اوسيږى د هغوئ د بدو کارونو په بدله کښې چې يې په صيون کښې کړى دى بدله ورکړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ ستا په خلاف يم، اے تباه کوونکيه غره، تۀ چې ټوله زمکه تباه کوې. زۀ به خپل لاس ستا په خلاف دراوږد کړم، چې د اوچت ځائ نه دې رانسکور کړم، او چې درنه يو سوزېدلے او د ايرو غر جوړ کړم.</verse>
				<verse number="26">ستا نه به يو کاڼے هم راوچت نۀ کړے شى چې د ګوټ کاڼے شى، او نۀ به درنه يو کاڼے د بنياد دپاره استعمال شى، ځکه تۀ به د تل دپاره په خرابه بدل شې. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.</verse>
				<verse number="27">په هغه مُلک کښې د بابل خلاف جنډا راوچته کړئ، په قومونو کښې بيګل وغږوئ، قومونه د هغۀ په خلاف د جنګ دپاره تيار کړئ، او دغه بادشاهتونه د هغۀ په خلاف راوچت کړئ يعنې، اراراط، مِنى، او اشکناز بادشاهتونه د هغۀ خلاف راوغواړئ. او د هغۀ خلاف جنګى کمانډر مقرر کړئ، او د هغۀ خلاف دومره آسونه راولئ لکه د مُولخانو پرګله.</verse>
				<verse number="28">قومونه د بابل خِلاف د جنګ دپاره تيار کړئ. د مادى بادشاهان، د هغوئ حکمرانان او د هغوئ ټول مشران، او هغه ټول مُلکونه چې هغوئ ورباندې حکومت کوى راوغواړئ چې د هغوئ خلاف جنګ وکړى.</verse>
				<verse number="29">زمکه لړزيږى او د دردونو په وجه چورليږى، ځکه چې مالِک خُدائ د بابل په خلاف چې کومه منصوبه تياره کړې ده هغه نۀ بدلېدونکې ده. نو بابل به په خرابه بدل کړے شى او يو کس به هم هلته نۀ اوسيږى.</verse>
				<verse number="30">د بابل فوجيانو جنګ بس کړو، او په خپلو برجونو کښې بند پاتې شول. د هغوئ زور ختم شو او هغوئ لکه د ښځو په شان بُزدله شول. حمله کوونکو د هغوئ کورونو ته اور واچولو او د هغوئ د ښار دروازې يې ماتې کړې.</verse>
				<verse number="31">قاصدان د يو بل نه مخکښې کيږى او په منډه دى چې د بابل بادشاه ته دا پېغام ورسوى او په دې يې خبر کړى چې د هغۀ ټول ښار قبضه شو،</verse>
				<verse number="32">دشمن د سيندونو لارې ګودرې د تښتېدلو دپاره بندې کړې دى او په جبو او لوخو يې اور بل کړے دے او د بابل فوجيان يرې راخستى دى.</verse>
				<verse number="33">مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، بابل لکه د درمند په شان تيار دے او اوس هغه وخت رارسېدلے دے چې خلق هغه د پښو لاندې کړى هرکله چې د لو وخت شروع شى.“</verse>
				<verse number="34">”نبوکدنضر د بابل بادشاه مونږ لواړ تېر کړُو، او هغۀ مونږ سرګردانه او مات کړُو، هغۀ مونږ لکه د تش منګى په شان يوې خوا ته وغورزولو. لکه د ښامار په شان يې تېر کړُو او زمونږ د ښو غوښو نه يې خپله ګېډه ډکه کړه، او نوره يې بيا د خولې نه تُو کړه.“</verse>
				<verse number="35">خو اوس دې د صيون اوسېدونکى وائى چې، ”مونږ سره چې کوم ظلم زياتے شوے دے هم هغه شان حالات دې په بابل راشى.“ د يروشلم اوسېدونکى دې وائى چې، ”زمونږ چې کومه وينه توئ شوې ده نو د هغې ذمه وارى دې د بابل په غاړه وى.“</verse>
				<verse number="36">نو په دې وجه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”زۀ به ستاسو د حق دفاع وکړم او ستاسو انتقام به واخلم، زۀ به د هغۀ د سيند او چينو اوبۀ اوچې کړم.</verse>
				<verse number="37">بابل نه به د تباهۍ ډېرے جوړ شى، او ګيدړان به په کښې غارونه جوړ کړى. هغه به نورو ته د يرې او مسخرو شى، او څوک به هم په کښې نۀ اوسيږى.</verse>
				<verse number="38">د بابل ټول خلق به لکه د زمرو په شان شور کوى. او هغه به لکه د زمرو د ورکوټو بچو په شان غريږى.</verse>
				<verse number="39">خو کله چې هغوئ په مستۍ کښې راشى نو زۀ به هغوئ دپاره مېلمستيا وکړم او هغوئ به ښۀ نشه کړم، نو بيا به هغوئ په چغو سورو او خندا ګانو کښې داسې د ټول عمر دپاره اودۀ کړم چې بيا به کله هم راوچت نۀ شى. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.</verse>
				<verse number="40">زۀ به هغوئ لکه د ګډورو، چېلو او ګډانو په شان حلالېدو دپاره بوځم.“</verse>
				<verse number="41">مالِک خُدائ د بابل په حقله فرمائى چې، ”د بابل هغه لوئ ښار چې ټولې دُنيا به يې صِفت کولو څنګه شکست وخوړو او قبضه شو، د ټولو قومونو دپاره د بابليانو نه څۀ يروونکے منظر جوړ شو.</verse>
				<verse number="42">سمندر به په بابل راواوړى او د هغۀ زورَورى چپې به بابل پټ کړى.</verse>
				<verse number="43">د هغۀ ښارونه به وران او تباه کړى او په اوچه دشته او ميره باندې به بدل شى، هغه به په داسې زمکه باندې بدل شى چې څوک به هم په کښې نۀ اوسيږى، او نۀ به څوک په کښې سفر کوى.</verse>
				<verse number="44">زۀ به د بابل معبود بيل بُت ته سزا ورکړم، او څۀ چې يې خوړلى دى هغه به پرې ګنډير کړم. قومونه به نور د هغۀ عبادت نۀ کوى. او د بابل دېوالونه به راوغورزيږى.</verse>
				<verse number="45">اے زما خلقو د هغۀ نه رابهر شئ. د خپل ژوند د بچ کولو دپاره د هغه ځائ نه منډه کړئ. او د مالِک خُدائ د سخت غضب نه وتښتئ.</verse>
				<verse number="46">تاسو چې په دغه مُلک کومې افواه ګانې اورئ نو چې د هغې په وجه نۀ بې‌زړۀ شئ او نۀ ويرېږئ. دا افواه به کال په کال راځى. ظلم او فساد به مُلک کښې راوچت شى او بادشاهان به د يو بل سره جنګونه کوى.</verse>
				<verse number="47">خو په حقيقت کښې هغه وخت راروان دے چې زۀ به د بابليانو بُتانو ته سزا ورکړم، او د هغۀ ټول مُلک به وشرميږى، او د هغوئ قتل شوى کسان به ټول په کښې مړۀ پراتۀ وى.</verse>
				<verse number="48">نو بيا به آسمان او زمکه او هر څۀ چې په کښې دى د بابل په شکست د خوشحالۍ چغې ووهى، ځکه چې د شمال نه به تباه کوونکى فوجيان په هغۀ حمله وکړى، دا د مالِک خُدائ فرمان دے.</verse>
				<verse number="49">لکه څنګه چې بابل د بنى اِسرائيلو او د ټولې دُنيا د قتل عام سبب جوړ شوے وو، نو بيا به هغه هم هغه شان قتل کړے شى.“</verse>
				<verse number="50">”تاسو څوک چې د مرګ نه راتښتېدلى يئ، ودرېږئ مه، لاړ شئ. تاسو چې څومره هم لرې يئ نو مالِک خُدائ يادوئ. او د خپل کور يروشلم په حقله سوچ کوئ.“</verse>
				<verse number="51">تاسو وايئ چې، ”مونږ په شرمونو وشرمېدو، او زمونږ بې‌عزتى وشوه او شرم مو په مخ راخور شوے دے، ځکه چې غېر مُلکيان د مالِک خُدائ په مقدس ځائ کښې راداخل شوى دى.“</verse>
				<verse number="52">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راروانې دى کله چې به زۀ د بابل بُتانو ته سزا ورکړم نو د هغوئ د زخمونو زبيرګى به ټول مُلک کښې اورېدلے شى.</verse>
				<verse number="53">کۀ بابليان آسمان ته هم وخېژى او هلته يوه مضبوطه قلعه جوړه کړى، نو زۀ به هلته هم دشمنان ورولېږم چې هغوئ چور کړى، مالِک خُدائ فرمائى.“</verse>
				<verse number="54">”د ژړا آوازونه د بابل نه راځى، د لوئ تباهۍ آوازونه د بابليانو د زمکې نه اورېدلے کيږى.</verse>
				<verse number="55">مالِک خُدائ به بابل تباه کړى، او هغه به د هغوئ د شور نه ډک ښار خاموشه کړى، دشمن به لکه د اوبو د غضبناکو چپو په شان راروان وى او د هغوئ د آوازونو شور به اورېدلے شى.</verse>
				<verse number="56">تباه کوونکے به د بابل خلاف راشى، د هغوئ جنګى فوجيان به ونيولے شى او د هغوئ ليندې به ماتې کړے شى. ځکه چې مالِک خُدائ د انتقام اخستلو خُدائ پاک دے او هغه به پوره بدله ورکړى.</verse>
				<verse number="57">زۀ به د هغۀ مشران او پوهان نشه کړم، د هغۀ حکمرانان، آفسران، او فوجيان به هم نشه کړم. هغوئ به د تل دپاره اودۀ شى او بيا به نۀ راپاڅى، دا د بادشاه فرمان دے د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“</verse>
				<verse number="58">مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”د بابل پيړ دېوالونه به هوار کړے شى او د هغۀ اوچتې دروازې به وسوزولے شى، نو خلقو يې خپل ځان ستړے کړو خو هيڅ فائده يې ونۀ کړه، د دې قوم ټول محنت صرف د اور دپاره خشاک دے.“</verse>
				<verse number="59">يرمياه نبى دا پېغام د عملى آفسر سراياه د نيرياه زوئ يعنې د محسياه نمسې ته هغه وخت ورکړو کله چې هغه بابل ته د صدقياه د يهوداه بادشاه د حکومت په څلورم کال د هغۀ سره لاړو.</verse>
				<verse number="60">يرمياه د هغه ټولو افتونو د تفصيل په حقله چې په بابل باندې راتلونکى وُو په يو طومار کښې وليکل.</verse>
				<verse number="61">هغۀ سراياه ته وفرمائيل، ”کله چې تۀ بابل ته ورسېږې نو تۀ دا ټول کلام په اوچت آواز سره خلقو ته ولوله.</verse>
				<verse number="62">نو بيا داسې وايه چې، اے مالِکه خُدايه، تا وفرمائيل چې تاسو به دا ځائ تباه کړئ، نو په دې کښې به نۀ انسان او نۀ ځناور اوسيږى، او دا به د تل دپاره وران ويجاړ پروت وى.</verse>
				<verse number="63">کله چې تۀ د دې طومار لوستل بند کړې، نو يو کاڼے ورپورې وتړه او د فرات د سيند په مينځ کښې يې وغورزوه.</verse>
				<verse number="64">نو بيا هغوئ ته ووايه چې، دغه شان به بابليان ډوب شى او هيڅکله به بيا راوچت نۀ شى د هغه افت په وجه کوم چې زۀ په دوئ نازلوم. نو د هغۀ خلق به راوغورزيږى.“ د يرمياه خبرې دلته په دې ځائ باندې ختمې شوې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="52">
				<verse number="1">صدقياه د يويشتو کالو وو کله چې هغه د يهوداه بادشاه شو، او هغۀ په يروشلم يوولس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ د مور نامه حموطل وه، چې د يرمياه لور وه، چې هغه د لِبناه وه.</verse>
				<verse number="2">خو هغۀ د مالِک خُدائ په وړاندې هغه بدکارونه وکړل، کوم چې يهويقيم بادشاه کړى وُو.</verse>
				<verse number="3">دا هر څۀ د يروشلم او يهوداه سره د مالِک خُدائ د قهر په وجه وشول، او په آخر کښې هغۀ هغوئ د خپل حضور نه وشړل. خو اوس صدقياه د بابل بادشاه خلاف سرکشى وکړه.</verse>
				<verse number="4">نو د صدقياه بادشاه د حکومت په نهم کال، په لسمه ورځ د لسمې مياشتې نبوکدنضر د بابل بادشاه د خپل ټول فوج سره په يروشلم حمله وکړه. هغوئ ښار محاصره کړو او د دې د دېوالونو نه يې ګېرچاپېره مورچې جوړې کړې.</verse>
				<verse number="5">يروشلم د صدقياه بادشاه د حکومت تر يوولسم کال پورې محاصره وو.</verse>
				<verse number="6">د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ د صدقياه د حکومت په يوولسم کال، په ښار کښې قحطى ډېره سخته شوه، او آخر يې ټول خوراک بلکل ختم شوے وو.</verse>
				<verse number="7">بيا د ښار د دېوال يوه حِصه راوغورزولے شوه او ټول فوجيان وتښتېدل. خو دا چې بابليانو ښار محاصره کړے وو، نو هغوئ د شپې د تيارې انتظار کولو. نو بيا هغوئ د بادشاه د باغ وروستو دوو دېوالونو په مينځ کښې دروازې نه وتښتېدل او د اُردن وادۍ طرف ته يې مخه وتړله.</verse>
				<verse number="8">خو د بابليانو فوجيانو صدقياه بادشاه پسې راخستې وه او هغه يې د يريحو په مېدانونو کښې ونيولو، د هغۀ سړو هغه پرېښودو او خوارۀ وارۀ شول.</verse>
				<verse number="9">هغوئ هغه د بابل بادشاه ته رِبله ته بوتلو چې د حمات په مُلک کښې وو. د بابل بادشاه بيا د سزا ورکولو خپله فېصله په صدقياه واوروله.</verse>
				<verse number="10">هغوئ د صدقياه په مخامخ د هغۀ زامن او د يهوداه ټول آفسران حلال کړل.</verse>
				<verse number="11">نو هغوئ د صدقياه سترګې وويستلې، د پيتلو په زنځيرونو يې وتړلو او بابل ته يې بوتلو چرته چې هغه د خپل مرګ تر وخته پورې هلته پروت وو.</verse>
				<verse number="12">د پينځمې مياشتې په لسمه ورځ په نولسم کال د بابل د بادشاه نبوکدنضر، شاهى کمانډر نبوزردان چې د شاهى فوج مشر وو، يروشلم ته راغلو.</verse>
				<verse number="13">هغۀ د مالِک خُدائ په عبادتګاه، په شاهى محل او د يروشلم په ټولو کورونو اور ولګولو. هر يو خاص عمارت هغۀ وسوزولو.</verse>
				<verse number="14">او د بابل ټولو فوجيانو د شاهى کمانډر په مشرۍ کښې د يروشلم د ښار ګېرچاپېره دېوالونه راوغورزول.</verse>
				<verse number="15">نو بيا نبوزردان د بابل فوجى کمانډر هغه ځينې غريبانان خلق جلاوطن کړل او نور هغه کسان چې په ښار کښې پاتې وُو، او هم نور ماهِر کاريګران، او هغوئ څوک چې د بابل د بادشاه بګوړه شوى وُو هم بوتلل.</verse>
				<verse number="16">خو نبوزردان څۀ غريبانان خلق په مُلک کښې پرېښودل کوم چې بلکل غريبانان وُو ترڅو هغوئ د انګورو په باغونو او پټو کښې کار وکړى.</verse>
				<verse number="17">بابليانو هغه د زېړو ستنې ماتې کړې، او هغه ګاډۍ او د زېړو تالاب چې نوم يې سمندر وو، کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې وو او هغوئ ټول زېړ د خپل ځان سره بابل ته يوړل.</verse>
				<verse number="18">هغوئ د خپل ځان سره ټول هغه سامان يوړلو کوم به چې د خُدائ په کور کښې د خِدمت کولو دپاره استعمالېدلو، لکه بېلچې او د ايرو لوښى، د ډيوو سرپوښونه، چمچۍ، د قربانۍ د وينې اوچتولو جامونه، پيالۍ، د خوشبويۍ سوزولو لوښى او د زېړو نور ټول سامان يې لوټ کړو.</verse>
				<verse number="19">نبوزردان د فوج مشر ځان سره هم هغه وړې کاسې، د خوشبو انګيټۍ، کاسې، دېګونه، ډيوټ دانونه، لوښى، کاسې کومې چې چڼکاو نذرانو دپاره استعمالېدلې او نور ټول سامان کوم چې د سوچه سرو او سپينو زرو نه جوړې شوې وې.</verse>
				<verse number="20">هغه زېړ چې کوم په ستنو کښې وُو، د زېړو سمندر او هغه دولس غوَيان چې ورلاندې جوړ شوى وُو، هغه ستنې، کومې چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره جوړې کړې وې، دومره زيات درانۀ وُو چې وزن کولو نه بهر وُو.</verse>
				<verse number="21">دواړه ستنې يو شان وې، هره يوه تقريباً نهۀ ګزه اوچته او تقريباً شپږ ګزه ګول وه، د هغوئ مينځ خالى وو خو د هغوئ د دېوال ګېج تقريباً درې اِنچه غټ وو.</verse>
				<verse number="22">د هرې يوې ستنې په سر باندې تقريباً درې ګزه اوچت د زېړو تاج وو چې دا ګېرچاپېره د زېړو په زنځيرونو تړلى شوى انارو ښائسته کړے شوے وو.</verse>
				<verse number="23">د هرې ستنې نه ګېرچاپېره شپږ نوې انار لګولے شوى وُو چې ټوټل سل انار ورباندې لګولے شوى وُو.</verse>
				<verse number="24">نبوزردان د فوج مشر د خپل ځان سره د دې نه علاوه، مشر اِمام شراياه، ورپسې اِمام صفنياه او د مالِک خُدائ د کور نور درې خادمان قېديان بوتلل.</verse>
				<verse number="25">د ښار نه هغۀ هغه آفسر بوتلو کوم چې د جنګى فوجيانو مشر وو، او اووۀ د بادشاه ذاتى مشيران چې هغوئ لا تر اوسه په ښار کښې وُو، د فوجى مشر منشى چې هغه د فوجيانو د بهرتى کولو ذمه وار وو او شپېتۀ نور اهم سړى يې هم بوتلل،</verse>
				<verse number="26">نبوزردان هغوئ ټول ځان له کړل او د صوبه حمات په رِبله ښار کښې يې د بابل بادشاه له بوتلل.</verse>
				<verse number="27">او هلته په رِبله کښې د حمات په زمکه د بابل بادشاه ټول ووژل. نو بيا داسې د يهوداه خلق د خپل مُلک نه پردى مُلک ته بوتلے شول.</verse>
				<verse number="28">د نبوکدنضر د حکومت په اوؤم کال کښې څوک چې جلاوطن کړے شوى وُو د هغوئ شمېر درې زره او درويشت وو.</verse>
				<verse number="29">او د نبوکدنضر په اتلسم کال د حکومت په دوران کښې نور اتۀ سوه او دوه دېرش کسان د يروشلم نه قېديان بوتلل.</verse>
				<verse number="30">او د نبوکدنضر د حکومت په درويشتم کال هغه نبوزردان راولېږلو او هغۀ نور اووۀ سوه او پينځۀ څلوېښت کسان قېديان بوتلل چې د ټولو شمېر څلور زره او شپږ سوه کسان شُو.</verse>
				<verse number="31">د جلاوطنۍ په اووۀ دېرشم کال يهوياکين د يهوداه بادشاه په کوم کال چې اويل‌مرودک د بابل بادشاه شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه په يهوياکين رحم وکړو او هغه يې د قېدخانې نه د دولسمې مياشتې په پينځويشتمه ورځ آزاد کړو.</verse>
				<verse number="32">اويل‌مرودک د هغۀ سره ښۀ سلوک وکړو او د هغه نورو بادشاهانو نه يې هم د لوئ عزت ځائ ورکړو کوم چې د هغۀ سره په بابل کښې جلاوطن وُو.</verse>
				<verse number="33">نو يهوياکين خپلې د قېدخانې جامې يو خوا ته وويستلې او باقى ټول عمر يې د بادشاه په مېز باندې خوړل څښل کول.</verse>
				<verse number="34">هره ورځ د بابل بادشاه يهوياکين ته باقاعده خرچه ورکوله او هغۀ ورته تر مرګه پورې خرچه مقرره کړه.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="25">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">افسوس، افسوس، هغه ښاريه څنګه يواځې پاتې شوه، چې په يو وخت کښې هغه د خلقو نه ډکه وه. هغه څنګه لکه د يوې کونډې په شان شوه، هغه چې په يو وخت کښې په قومونو کښې ډېره لويه وه. د نورو ښارونو په نسبت هغه لکه د شهزادګۍ وه خو اوس هغه غريبه غلامه شوه.</verse>
				<verse number="2">هغه ټوله شپه په سلګو او ژړا تېروى، او په مخ يې د اوښکو سېلابونه بهيږى. په ټولو عاشقانو کښې يې يو هم پاتې نۀ وو، چې ورله تسلى ورکړى. د هغې ټولو دوستانو د هغې سره بې‌وفائى کړې ده، او د هغې دشمنان جوړ شوى دى.</verse>
				<verse number="3">يهوداه جلاوطن کړے شو، د ډېرو سختو مشقتونو سره هغه د نورو مُلکونو په مينځ کښې اوسيږى، او د اوسېدو دپاره هغه د آرام ځائ نۀ لرى. د هغۀ دشمنانو هغه راګېر کړو، او هغۀ ته د تښتېدو موقع نۀ وه.</verse>
				<verse number="4">صيون ته د تلو لارې خالى دى او ماتم کوى، څوک هم ورته اوس د اخترونو دپاره نۀ راځى. د ښار دروازې ټولې خاموشه شوې دى، او د دې اِمامان اسويلى کوى. د هغې پېغلې غمژنې دى، او د هغې تکليفونه تراخۀ دى.</verse>
				<verse number="5">د هغې دشمنان په هغې اختيارمن شول، او د هغې دشمنان آرام او پُرسکونه ژوند تېروى. مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل، چې سرکشى يې ډېره وه. د هغې ماشومان ونيولے شول، او لرې مُلک ته جلاوطن کړے شول.</verse>
				<verse number="6">د لور صيون ټوله لوئى ختمه شوه، او د هغې نه ټول شان او شوکت لاړو. شهزادګان يې لکه د هغه هوسو په شان شول، چې د څرن ځائ موندلے نۀ شى. هغوئ خو دومره کمزورى شوى وُو، چې د ښکارى نه تښتېدلے نۀ شول.</verse>
				<verse number="7">يروشلم ښاريې ته هغه وخت ياد دے په کومو ورځو کښې چې زورېدلې او سرګردانه وه، ټول قيمتى څيزونه ورته ياد وُو کوم چې پخوا هغې سره وُو. کله چې هغه د دشمن لاسونو کښې پرېوته، او داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې د هغې مدد وکړى، دشمن د هغې د شکست تماشه کوله او د هغې په راغورزېدلو خوشحاله شو.</verse>
				<verse number="8">يروشلم ښاريې سخته ګناه وکړله او د هغې په وجه پليته شوه. هر چا چې د هغې عزت کولو اوس ورته سپک ګورى ځکه چې دوئ هغه بربنډه او عاجزه وليده. هغه په خپله په زوره زبيرګى کوى او د شرم نه خپل مخ په لاسونو پټوى.</verse>
				<verse number="9">د هغې په لمن د ناپاکۍ داغونه لګېدلى وُو، هغې د خپل اَنجام څۀ سوچ نۀ کولو، د هغې راغورزېدل وحشتناکه وو، څوک داسې نۀ وو چې هغې له تسلى ورکړى. ”مالِکه خُدايه، زما دې تکليفونو ته وګوره، ځکه چې دشمن په ما غالب شوے دے.“</verse>
				<verse number="10">دشمن خپل لاسونه وراوږدۀ کړل او د هغې ټول قيمتى څيزونه يې لوټ کړل. هغې په خپله وليدل چې غېر قومونه د هغې مقدس ځائ ته داخل شول، اګر چې تا دغه خلق خپل جماعت ته د داخلېدو نه منع کړى وُو.</verse>
				<verse number="11">ټولو خلقو يې د روټۍ په تلاش کښې آهونه کول. د خوراک دپاره يې خپل قيمتى څيزونه خرڅ کړل چې پرې خپل ځانونه ژوندى وساتى. ”اے مالِکه خُدايه، ما ته وګوره زۀ څومره سپکه کړے شوې يم.</verse>
				<verse number="12">ولې ستاسو دپاره دا هيڅ هم نۀ دى، تاسو ټول څوک چې په لاره تېرېږئ؟ راشئ او وګورئ کۀ چرې زما په شان غم او درد بل چرته وى، کوم چې مالِک خُدائ نازل کړو په هغه ورځ چې هغه په قهر وو.</verse>
				<verse number="13">هغۀ بره د آسمان نه اور راولېږلو او هغه زما هډوکو ته ورکوز شو. هغۀ زما پښو ته جال وغوړولو او زۀ يې د تلو نه منع کړم. هغۀ زۀ ګنګس کړې پرېښودم او ټوله ورځ بيماره وم.</verse>
				<verse number="14">زما سرکشى يو جغ پورې تړلے شوې وه او د هغۀ لاسونو دا تړلى وُو. هغه زما په غاړه بار شو او زما زور يې ختم کړو. مالِک زۀ هغوئ ته حواله کړمه د چا چې زۀ مقابله نۀ شم کولے.</verse>
				<verse number="15">مالِک زما ټول فوجيان رد کړل کوم چې ما سره وُو. هغۀ زما خلاف د لښکر اعلان وکړو چې زما ځوانان غوبل کړى. مالِک د يهوداه نيازبين ښار لکه د انګور په شان په لنګرۍ کښې نچوړ کړو.</verse>
				<verse number="16">نو په دې کارونو زۀ ژړېږم او سترګو نه مې اوښکې بهيږى. نزدې څوک هم نشته چې ما له تسلى راکړى او يا ما له حوصله راکړى. زما ماشومان غمژن شوى دى ځکه دشمن په ما غالب دے.“</verse>
				<verse number="17">صيون خپل لاسونه د مدد دپاره غزوى، خو هيڅ څوک نشته چې تسلى ورکړى. مالِک خُدائ د يعقوب خلاف حکم وکړو چې د هغۀ ګاونډيان به د هغۀ دشمنان شى. د يروشلم نه د هغوئ په مينځ کښې پليته کپړه جوړه شوې ده.</verse>
				<verse number="18">”مالِک خُدائ په حقه دے ځکه ما د هغۀ د حکم نه سرکشى کړې ده. خو اے ټولو خلقو ما ته غوږ شئ، زما غمونو او دردونو ته وګورئ، زما پېغلې ښځې او ځوانان سړى د جلاوطنۍ دپاره بوتلے شوى دى.</verse>
				<verse number="19">ما خپلو عاشقانو ته آواز وکړو خو هغوئ ما له دوکه راکړه. کله چې اِمامانو او مشرانو د خپلو ځانونو ژوندى ساتلو دپاره خوراک لټولو نو هغوئ په ښاريه کښې مړۀ شول.</verse>
				<verse number="20">وګوره، اے مالِکه خُدايه زۀ څومره زورېدلې يم او زما روح خفه دے او زړۀ مې ناسازه دے ځکه چې زۀ ډېره سرکشه وم. بهر په کوڅو کښې تُورې د بچو نه خلاصه کړم او په کور کښې دننه هم مرګ راپسې دے.</verse>
				<verse number="21">هغوئ واورېدل چې ما څنګه زبيرګى کول خو داسې څوک نشته چې ما له تسلى راکړى. زما ټولو دشمنانو زما د تکليفونو په حقله واورېدل او هغوئ خوشحاله شول چې دا تا په ما راوستى دى. هغه ورځ پرې راوله د کومې چې تا اعلان کړے دے نو هغوئ به هم زما په شان شى.</verse>
				<verse number="22">د هغوئ ټول بدکارونه دې تا ته ښکاره شى. هغوئ له هغسې سزا ورکړه لکه څنګه چې تا ما له زما د ټولې سرکشۍ په وجه راکړې ده. زما کړاونه او زبيرګى زيات دى او زما زړۀ بې‌قراره شوے دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">افسوس، مالِک په خپل قهر د لور صيون نيازبين ښار د شرم سره مخ کړو، هغۀ د اِسرائيل شان و شوکت د آسمان نه زمکې ته راوغورزولو. هغۀ په خپل کور باندې هيڅ رحم ونۀ کړو کله چې هغه په قهر او غضب کښې وو.</verse>
				<verse number="2">مالِک په بې‌رحمۍ سره د يعقوب د اوسېدو ټول ځايونه تباه کړل. او په خپل قهر کښې هغۀ د لور يهوداه د ښار مضبوطې قلعه ګانې راوغورزولې. په بې‌عزتۍ سره هغۀ زمکې ته بادشاهى او د دې بادشاهان راوغورزول.</verse>
				<verse number="3">هغۀ په خپل قهر و غضب کښې د اِسرائيلو ټول طاقت ختم کړو. کله چې دشمن حمله وکړه نو مالِک خپل ښے لاس د هغوئ مدد نه وروستو کړو. هغه په اِسرائيل کښې لکه د اور لمبه شو او ګېرچاپېره هر يو شے يې وسوزولو.</verse>
				<verse number="4">هغۀ لکه د دشمن په شان خپله لينده راښکله او هغۀ خپل ښے لاس لکه د دشمن ګزار ته تيار کړو. هغۀ هغه ټول ووژل څوک چې په مونږ ګران وُو، هغۀ خپل غضب لکه د اور په شان د لور صيون په نيازبينې خېمې راوورولو.</verse>
				<verse number="5">مالِک د هغوئ د دشمن په شان شو، هغۀ اِسرائيل تباه کړو، هغۀ د هغۀ ټول محلونه تباه کړل، د هغۀ مضبوطې قلعه ګانې يې تباه کړې. هغۀ د لور يهوداه ښار په ماتمونو او مرثيو کښې اضافه وکړه.</verse>
				<verse number="6">هغۀ خپل کور داسې په آسانه راوغورزولو لکه تۀ به وائې چې په باغ کښې يې جونګړه راوغورزوله، او د عبادت مقدس ځائ يې تباه کړو. مالِک خُدائ په صيون مقدس اخترونه او د سبت د ورځو يادونه هېر کړل. په خپل سخت قهر او غضب کښې يې بادشاه او اِمام دواړه رد کړل.</verse>
				<verse number="7">مالِک خپله قربان‌ګاه سپکه کړه، او خپل مقدس مقام يې پرېښودلو. هغۀ د دشمن لاسونو ته د خپل محلونو دېوالونه حواله کړل. دشمن د مالِک خُدائ په کور کښې چغې کړې لکه څنګه چې د اختر په ورځ خلق کوى.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ دا فېصله وکړه چې د صيون ښار دېوالونه وران کړى. هغۀ د ورانولو دپاره د ناپ تول ګز راوغزولو او خپل لاس يې د هغۀ د تباهۍ نه منع نۀ کړو. د هغۀ دېوالونه او د هغۀ مورچې يې په ماتم آخته کړې او دواړه په يو ځائ تباه شول.</verse>
				<verse number="9">د يروشلم دروازې په زمکه کښې ډوبې شوې دى، او د هغې اړمونه او تالې يې تباه کړې دى. د هغې بادشاه او شهزادګان نورو قومونو ته جلاوطن کړے شوى دى. نور د مالِک خُدائ نه شريعت نۀ ملاويږى او نۀ نورې وحى د هغۀ پېغمبرانو ته د مالِک خُدائ نه راځى.</verse>
				<verse number="10">د صيون مشران په زمکه په خاموشۍ سره ناست دى. هغوئ په خپلو سرونو خاورې اچولې دى او د ټاټ جامې يې اغوستې دى. د يروشلم پېغلو جينکو خپل سرونه د شرم نه زمکې ته ټيټ کړى دى.</verse>
				<verse number="11">زما سترګې د خفګان نه په ژړا ستړې شوې دى. زما زړۀ د غم نه نا آرامه دے. زما زړۀ د خفګان نه چاؤدلے دے، په دې وجه چې زما خلق تباه شوى دى ځکه چې د پيو او واړۀ ماشومان بې‌هوشه دى او د ښار په سړکونو دپاسه مړاوى کيږى.</verse>
				<verse number="12">هغوئ خپلو ميندو ته ژاړى چې، ”خوراک او څښاک چرته دے؟“ هغوئ لکه د زخميانو په شان بې‌حاله دى، د ښار په کوڅو کښې بې‌حاله دى او هغوئ د ژوند نه لاس ووينځلو د مور په غېږ کښې د هغوئ ژوند ختم شو.</verse>
				<verse number="13">زۀ ستا په حقله څۀ ووايم، او د چا سره دې برابره کړمه؟ اے يروشلم لورې، تا د څۀ سره مقايسه کړمه چې تا ته تسلى درکړمه؟ اے صيون پېغلې لورې، د سمندر د ژوروالى په اندازه ستا تباهى ده، څوک به تا ته شفا درکړى؟</verse>
				<verse number="14">ستا پېغمبرانو ستا دپاره بې‌مطلبه او دوکه مارې روياګانې وليدلې. هغوئ ستاسو ګناهونه ښکاره نۀ کړل چې تاسو د جلاوطنۍ نه بچ کړى. خو تاسو ته يې د دروغو او بې‌لارې کوونکى پېغامونه واورول.</verse>
				<verse number="15">هغوئ ټول څوک چې په دې لاره تېريږى هغوئ تا پورې ملنډى وهى. هغوئ د مسخرو نه خپل سرونه خوځوى او د لور يروشلم ښار پورې خندا کوى. ”آيا دا هغه ښار نۀ وو کوم به چې يادېدو، او په خپل ښائست کښې بې‌عېبه وو، او د ټولې دُنيا د خوشحالۍ سبب وو؟“</verse>
				<verse number="16">ستا ټول دشمنان تا پورې خندا کوى، او ستا خلاف يې خپلې خولې کولاو کړې دى، هغوئ نېغ نېغ ګورى او خپل غاښونه چيچى، او هغوئ چغې وهى چې، ”مونږ هغه لواړه تېره کړه. مونږ د دې ورځ انتظار کولو او آخر مو وليدله.“</verse>
				<verse number="17">نو مالِک خُدائ خپل مقصد پوره کړو، هغۀ د خپل مقصد خبردارے ورکړو، چې د ډېر پخوا نه يې خبردارے ورکړے وو، هغۀ په بې‌رحمۍ سره هر څۀ تباه کړل. هغۀ ستا دشمنان په تا خوشحاله کړل او هغۀ ستا د دشمنانو زور په تا اوچت کړے دے.</verse>
				<verse number="18">مالِک ته په زوره چغې ووهه، اے د نيازبين صيون لور دېوالونو، د اوښکو نِهرونه دې لکه د سېلاب په شان وبهيږى، په شپه او ورځ کښې دې وبهيږى. خپل ځان ته آرام مۀ ورکوه او په سترګو دې ژړا مۀ بندوه.</verse>
				<verse number="19">”راپاڅه، او په شپه کښې ژړا وکړه، په هره شېبه کښې د مالِک په حضور کښې د خپل زړۀ حال راڅرګند کړه. او خپل لاسونه هغۀ ته پورته کړه د خپلو ماشومانو د ژوند دپاره څوک چې د کوڅو په هر ګوټ کښې د لوږى نه مړۀ کيږى.“</verse>
				<verse number="20">وګوره، اے مالِکه خُدايه، او غور وکړه. تا داسې د چا سره کړى دى؟ ولې ميندې دې خپل ماشومان خورى چې هغوئ زيږولى دى؟ ولې اِمامان او پېغمبران دې د مالِک په مقدس کور کښې قتل کړے شى؟</verse>
				<verse number="21">زاړۀ او زلمى په کوڅو کښې پراتۀ دى، په زمکه په کوڅو کښې زما ځوانې ښځې او ځوانان سړى په تُوره راغورزولے شوى دى. د خپل قهر په ورځو کښې تا هغوئ مړۀ کړل او په بې‌رحمۍ سره مو حلال کړل.</verse>
				<verse number="22">تا د هرې خوا نه زما دشمنانو له دعوت ورکړو لکه چې د اختر د ورځ دپاره دې راغوښتى وى. او د مالِک خُدائ د قهر په ورځو کښې نه څوک تښتېدلے شُو او نه څوک بچ کېدلے شُو. هغوئ څوک چې ما زيږولى وُو او په ما ګران وُو زما دشمن هغه تباه کړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">زۀ هغه کس يم چا چې د مالِک خُدائ د غضب د چُوکې نه تکليفونه ليدلى دى.</verse>
				<verse number="2">هغۀ زۀ په راښکلو تيارې ته راوستم چې هيڅ رڼا په کښې نۀ وه.</verse>
				<verse number="3">يقيناً چې هغۀ زما په خلاف خپل لاس ټوله ورځ بار بار راوچت کړو.</verse>
				<verse number="4">هغۀ زما ټول ځان په وهلو تک شين کړو او زما هډُوکى يې مات کړل.</verse>
				<verse number="5">هغۀ زۀ په تريخوالى او غمونو کښې ايسار او راګېر کړے يم.</verse>
				<verse number="6">هغۀ زۀ په زوړ قبر کښې په توره تياره کښې کښېنولم.</verse>
				<verse number="7">هغۀ زۀ په دېوالونو کښې راګېر کړم چې ونۀ تښتم او په درنو زنځيرونو يې تړلے يم.</verse>
				<verse number="8">تر دې چې ما آواز وکړو او مدد دپاره په چغو وژړېدم، هغۀ زما دُعاګانو ته توجو نۀ ورکوله.</verse>
				<verse number="9">هغۀ زما لارې د تراشلے شوو کاڼو په دېوال بندې کړى دى، او هغۀ زما لارې ګډې وډې کړې دى.</verse>
				<verse number="10">هغه لکه د مېلو زما په انتظار کښې پروت دے او لکه چې زمرے د حملې دپاره پټ شوے وى.</verse>
				<verse number="11">هغۀ زۀ د لارې نه بې‌لارې کړم، او ټوټې ټوټې يې کړم. او هغۀ زۀ وران ويجاړ او بې‌ياره بې‌مددګاره پرېښودم.</verse>
				<verse number="12">هغۀ خپله لينده راښکله او د خپلو غشو دپاره يې نښه وګرځولم.</verse>
				<verse number="13">هغۀ زما زړۀ سورے سورے کړو او د خپل تيردان په غشو يې وويشتم.</verse>
				<verse number="14">زۀ د خپلو خلقو د خندا ذريعه شوم، ټوله ورځ ما ته پيغورونه کوى.</verse>
				<verse number="15">هغۀ زۀ په ترخو خوراکونو موړ کړم، او د څښلو دپاره يې د تريخ ګنډير نه ډکه پياله راکړه.</verse>
				<verse number="16">هغۀ زما په غاښونو کښې باجرى ورکړه، او په خاورو ايرو کښې يې ومنډلم.</verse>
				<verse number="17">زما زړۀ د سلامتيا نه خالى شوے دے او ما نه هېر دى چې خوشحالى څۀ ته وائى.</verse>
				<verse number="18">نو زۀ دا وايم، ”زما طمع او اُميد لاړو او څۀ چې زما د مالِک خُدائ نه اُميد وو هغه ختم شو.“</verse>
				<verse number="19">زما مصيبتونه او خوار و زار ګرځېدل ما ته ياديږى، او هغه ما ته د ګنډير نه هم تراخۀ دى.</verse>
				<verse number="20">زۀ بار بار د هغۀ په حقله سوچ کوم او زما روح په ما کښې پرېشانه دے.</verse>
				<verse number="21">خو بيا هم زۀ په خپل سوچ کښې دا راولم او په دې وجه زۀ بيا هم اُميدوار يم.</verse>
				<verse number="22">د مالِک خُدائ پائيداره مينه هيڅکله نۀ ختميږى او د هغۀ رحم هيڅکله نۀ ختميږى.</verse>
				<verse number="23">د هغۀ رحم او مينه هر سحر نوے او تازه کيږى او د هغۀ وفادارى بې‌شانه لويه ده.</verse>
				<verse number="24">”مالِک خُدائ زما نصيب دے،“ او زۀ خپل ځان ته دا وايم، ”نو په دې وجه زۀ به د هغۀ نه اُميد ساتم.“</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ هغه چا سره ښۀ دے څوک چې په هغۀ باور کوى او هغه کس څوک چې د هغۀ تلاش کوى.</verse>
				<verse number="26">دا ښۀ ده چې يو کس په خاموشۍ سره انتظار وکړى، د مالِک خُدائ خلاصون ته انتظار وکړى.</verse>
				<verse number="27">د يو کس دپاره دا ښۀ ده چې په ځوانۍ کښې جغ يوسى،</verse>
				<verse number="28">چې په خاموشۍ کښې ځان له کښېنى، څۀ چې مالِک خُدائ پرې اېښے وى.</verse>
				<verse number="29">هغه دې خپل ځان پړمخې په خاورو کښې وغورزوى، کېدے شى چې څۀ اُميد پاتې وى.</verse>
				<verse number="30">ظالم ته دې د وهلو دپاره خپل مخ ورواړوى او د هغۀ د لاسه دې بې‌عزتى قبوله کړى.</verse>
				<verse number="31">ځکه مالِک به انسان د تل دپاره نۀ رد کوى.</verse>
				<verse number="32">دا کۀ هغه غم راولى، هغه به رحم هم کوى، د هغه مينې په مطابق چې ډېره او پائيداره ده.</verse>
				<verse number="33">هغه چا ته په تکليف رسولو نۀ خوشحاليږى او نۀ څوک په غم آخته کوى.</verse>
				<verse number="34">کله چې په مُلک کښې ټول قېديان د پښو لاندې چخڼى کړى،</verse>
				<verse number="35">او کله چې يو انسان د خُدائ تعالىٰ په وړاندې د بل چا حق په زور وهى،</verse>
				<verse number="36">کله چې يو سړے په عدالت کښې څوک د اِنصاف نه محروموى، ولې مالِک داسې ظلم نۀ ګورى؟</verse>
				<verse number="37">څوک په خپل حکم څۀ کار کولے شى ترڅو چې مالِک په خپله د هغې حکم نۀ وى کړے؟</verse>
				<verse number="38">ولې د خُدائ تعالىٰ د خوا نه ښۀ او بد دواړه نۀ راځى؟</verse>
				<verse number="39">نو بيا ژوندے انسان ولې شکايت کوى کله چې ورته د خپلو ګناهونو سزا مِلاو شى.</verse>
				<verse number="40">راځئ چې مونږ خپلې طريقې وآزمايو او مالِک خُدائ ته واپس راوګرځُو.</verse>
				<verse number="41">راځئ چې په اخلاص خپل لاسونه پورته کړُو او آسمانى خُدائ پاک ته داسې ووايو،</verse>
				<verse number="42">”مونږ ګناه او سرکشى وکړه او تا مونږ معاف کړى نۀ يُو.</verse>
				<verse number="43">تا خپلې د قهر جامې واغوستلې او مونږ پسې شوې او په بې‌رحمۍ سره دې مونږ مړۀ کړُو.</verse>
				<verse number="44">تا خپل ځان په وريځ کښې ونغښتلو ترڅو هيڅ دُعا هم تا ته در ونۀ رسيږى.</verse>
				<verse number="45">تا مونږ پليت کړُو او د قومونو په مينځ کښې دې رانه د ګند ډېرے جوړ کړُو.</verse>
				<verse number="46">زمونږ ټولو دشمنانو زمونږ خلاف خپلې خولې وازې کړې.</verse>
				<verse number="47">يرې واخستُو او په کنده کښې وغورزېدُو. تباهى او بربادى راباندې راغله.</verse>
				<verse number="48">زما د خلقو د تباهۍ په وجه زما د سترګو نه د اوښکو سيندونه بهيږى.</verse>
				<verse number="49">زما سترګو نه به اوښکې جارى وى بې له آرام کولو نه،</verse>
				<verse number="50">ترڅو چې مالِک خُدائ پاس د آسمان نه نظر واچوى او دا حال وګورى.</verse>
				<verse number="51">چې کله زۀ په ښار کښې د ټولو ښځو حالت ګورم نو زما زړۀ غمژن شى.</verse>
				<verse number="52">هغوئ څوک چې هيڅ بې‌هيڅه زما دشمنان وُو هغوئ لکه د مرغۍ په شان زۀ وويشتم.</verse>
				<verse number="53">هغوئ زۀ ژوندے په کنده کښې ورواچولم او په ما يې کاڼى راوويشتل.</verse>
				<verse number="54">اوبۀ زما تر سره راورسېدلې او وئيل مې چې ډوبېږم.</verse>
				<verse number="55">اے مالِکه خُدايه، ما د کندې د بېخ نه ستا په نامه مِنت زارى وکړه.</verse>
				<verse number="56">تا زما خواست اورېدلے دے، خپل غوږونه مۀ بندوه، د مدد دپاره زما آواز واوره.</verse>
				<verse number="57">تۀ ما ته رانزدې شوې کله چې ما درته آواز وکړو، تا ما ته وفرمائيل چې يرېږه مه.</verse>
				<verse number="58">اے مالِکه، تا زما مسئله راوچته کړه او تا زما ژوند بچ کړو.</verse>
				<verse number="59">اے مالِکه خُدايه، کوم بد چې ما سره وشُو تا هغه وليدل، زما د مسئلې اِنصاف وکړه.</verse>
				<verse number="60">تا د هغوئ د انتقام ټول اور وليدو، د هغوئ ټولې منصوبې زما خلاف دى.</verse>
				<verse number="61">اے مالِکه خُدايه، تا د هغوئ ټول پيغورونه واورېدل، د هغوئ ټولې منصوبې چې زما خلاف دى.</verse>
				<verse number="62">زما مخالفين ټوله ورځ زما خلاف پس پس او ګنګوسى کوى.</verse>
				<verse number="63">هغوئ ته وګوره، سحر نه تر ماښامه پورې، زۀ د هغوئ د پيغورونو په سندرو کښې نمونه يم.</verse>
				<verse number="64">اے مالِکه خُدايه، هغوئ ته بدله ورکړه، هغوئ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړه.</verse>
				<verse number="65">هغوئ په زړونو غمژن کړه او ستا لعنت دې په هغوئ باندې وى.</verse>
				<verse number="66">هغوئ په خپله غصه کښې راونيسه، مالِکه خُدايه، د زمکې د مخ نه يې جارُو کړه.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">وګورئ چې د سرو زرو ځلا څنګه تته شوه، او چې خالص سرۀ زر څنګه بدل شوى دى، او د مقدس ځائ کاڼى د هر يو سړک په هر ګوټ کښې خوارۀ وارۀ شُو.</verse>
				<verse number="2">د صيون بيش قيمته ماشومان، چې د خالص سرو زرو په تول وُو، خو اوس هغه لکه د خاورين لوښو په شان دى، لکه چې کُلال جوړ کړى وى.</verse>
				<verse number="3">تر دې چې ګيدړه هم خپلو ماشومانو ته سينه ورکوى، خو زما خلق ظالمان شوى دى لکه شتر‌مرغ چې په صحرا کښې وى.</verse>
				<verse number="4">د پيو د ماشومانو ژبې انښتې دى او د تندې نه تالو ته ورغلې دى. ماشومان روټۍ پسې ژاړى خو هيچا سره هم نشته چې هغوئ له ورکړى.</verse>
				<verse number="5">هغه چا چې به خوندور خوراکونه کول هغوئ اوس په کوڅو کښې د لوږى نه مړۀ کيږى. هغوئ چا چې به قيمتى کپړې استعمالولې اوس هغوئ د ګند په ډېرو کښې د خوراک لټون کوى.</verse>
				<verse number="6">زما د خلقو سزا د سدوم د خلقو نه زياته ده، کوم چې په يو شېبه کښې تباه شُو او هيچا پرې لاس ونۀ مروړلو.</verse>
				<verse number="7">د صيون حکمرانان د واورې نه زيات صفا وُو او د پيو نه زيات سپين وُو. د هغوئ بدن د مرجانو نه زيات سور وو، او د هغوئ شکلونه او صورتونه د نيلم کاڼى په شان ښکارېدل.</verse>
				<verse number="8">خو اوس د هغوئ مخونه سکارو نه زيات تور دى. هغوئ په لارو کوڅو کښې د خلقو د پېژندګلو نه وتى دى. د هغوئ څرمن د هغوئ هډوکو پورې انښتې ده او هغه لکه د پوستکى په شان اوچه شوې ده.</verse>
				<verse number="9">هغوئ څوک چې په تُوره مړۀ شوى وُو د هغه چا نه ښۀ وُو چې د قحط نه مړۀ شوى وُو. او د پټى نه د فصل د نشتوالى په وجه هغوئ د لوږو نه مړۀ شول.</verse>
				<verse number="10">کله چې زما قوم تباه کېدو نو د لوږې نه مهربانه ميندو هم خپل ماشومان پاخۀ کړل او وې خوړل.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ خپل ټول غضب په دوئ ظاهر کړو او هغۀ خپل سخت قهر رانازل کړو. هغۀ په صيون کښې اور بل کړو. او هغه يې تر بنيادونو وسوزولو.</verse>
				<verse number="12">د دُنيا بادشاهانو په دې يقين نۀ کولو، او نۀ پرې د دُنيا يو اوسېدونکى باور کولو، چې مخالفين او دشمنان به د يروشلم په لويو دروازو کښې راننوځى.</verse>
				<verse number="13">خو دا د هغې د پېغمبرانو د ګناه په وجه وشو او د اِمامانو په جرمونو سره وشو، چا چې د ښار په مينځ کښې د صادقانو وينه تويه کړه.</verse>
				<verse number="14">هغوئ لکه د ړندو په کوڅو کښې سرګردانه ګرځېدل. او په وينو داسې لت پت وُو چې چا يې جامو له د لاس وروړلو جرأت نۀ کولو.</verse>
				<verse number="15">”اخوا شئ ناپاکو،“ خلقو په هغوئ چغې ووهلې، ”اخوا شئ، اخوا شئ، لاس مۀ راوړئ.“ نو بيا هغوئ لرې وطنونو ته وتښتېدل او په غېرو قومونو کښې سرګردانه ګرځېدل خو هيچا هلته پاتې کېدلو ته نۀ پرېښودل.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ په خپله هغوئ خوارۀ وارۀ کړل او نور يې د هغوئ قدر نۀ کولو. خلقو نۀ د اِمامانو عزت کولو او نۀ يې په مشرانو رحم کولو.</verse>
				<verse number="17">په ډېرو کتو مو سترګې ړندې شوې خو بې‌فائدې، هيڅ مدد رانۀ غلو. مونږ د داسې يو قوم په انتظار وُو چې زمونږ بچ کول د هغوئ د وس کار نۀ وو.</verse>
				<verse number="18">مونږ په خپلو کوڅو کښې نۀ شُو ګرځېدلے ځکه چې دشمن راته مورچه شوے دے. زمونږ آخر رانزدې شوے وو، او زمونږ ورځې شمېرلے شوې وې، ځکه چې زمونږ اَنجام رارسېدلے وو.</verse>
				<verse number="19">زمونږ دشمنان به د باز نه زيات تېز وُو، کۀ مونږ به غرونو ته وزغلېدو نو هلته به يې پېدا کړُو او کۀ په صحرا کښې به پټ شُو نو هغوئ به هلته زمونږ انتظار کولو.</verse>
				<verse number="20">د مالِک خُدائ غوره کړے شوے بادشاه چې زمونږ د ژوند ساه ده، هغه د هغوئ په دام کښې راګېر شوے وو، د چا په حقله چې مونږ وئيل چې، ”د هغۀ د سورى د لاندې به مونږ د قومونو په مينځ کښې اوسيږو.“</verse>
				<verse number="21">اے د ادوم لورې، اوس خندا او خوشحالى وکړه، او تاسو څوک چې په عُوض کښې اوسېږئ، تاسو ته به هم د مالِک خُدائ د غضب پياله درکړے شى، تاسو به نشه شئ او خپل ځان به بربنډ کړئ.</verse>
				<verse number="22">اے صيون لورې، ستا سزا به پوره شى، هغه به تا نور په جلاوطنۍ کښې ونۀ ساتى. خو اے د ادوم لورې، هغه به تا له ستا د ګناهونو سزا درکړى او ستا ګناهونه به ښکاره کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">اے مالِکه خُدايه، راياد کړه چې په مونږ څۀ وشو، وګوره چې زمونږ څنګه بې‌عزتى شوې ده.</verse>
				<verse number="2">زمونږ ميراث غېرو ته حواله شوے دے او زمونږ کورونه پردو خلقو قبضه کړى دى.</verse>
				<verse number="3">مونږ يتيمان او بې‌پلاره شوى يُو او زمونږ ميندې کونډې شوې دى.</verse>
				<verse number="4">مونږ د څښلو اوبۀ او د سوزولو خشاک په بيعه اخلو.</verse>
				<verse number="5">هغوئ څوک چې مونږ پسې وُو راته په سر ناست دى او مونږ ډېر ستومانه شُو خو هيڅ آرام ته مو نۀ پرېږدى.</verse>
				<verse number="6">مونږ خپل ځان مِصر او اسور ته حواله کړو چې مونږ ته پوره روټۍ مِلاو شى.</verse>
				<verse number="7">زمونږ پلار نيکۀ ګناه وکړه خو هغوئ مړۀ دى او اوس مونږ د هغوئ د ګناه سزا خورو.</verse>
				<verse number="8">غلامان په مونږ حکومت کوى او هيڅ څوک نشته چې مونږ د هغوئ د لاس نه آزاد کړى.</verse>
				<verse number="9">مونږ د روټۍ پېدا کولو دپاره خپل ځان په خطره کښې اچولے دے ځکه چې په ټوله علاقه کښې وسله وال ګرځى.</verse>
				<verse number="10">زمونږ څرمن لکه د تنور په شان ګرمه ده، د قحط د ډېر تاو نه سوزېدلې ده.</verse>
				<verse number="11">په صيون کښې د ښځو عزت لوټ شوے دے او د يهوداه په ښارونو کښې د پېغلو عزت لوټ شوے دے.</verse>
				<verse number="12">دوئ شهزادګان د لاسونو نه راځوړند کړى دى او د مشرانو بې‌عزتى يې کړې ده.</verse>
				<verse number="13">په ځوانانو په زور مېچنې ګرځولے شى، او زلمى د لرګو د درنو بارونو لاندې په تکليف روان دى.</verse>
				<verse number="14">مشرانو د ښار په دروازه د جرګو ځايونه پرېښودل او ځوانانو خپل ساز و سرود پرېښودو.</verse>
				<verse number="15">زمونږ د زړۀ خوشحالى رانه اخستے شوې ده او زمونږ ګډا په ماتم بدله شوې ده.</verse>
				<verse number="16">زمونږ نه تاج و تخت اخستلے شوے دے، افسوس په مونږ ځکه چې مونږ ګناه کړې ده.</verse>
				<verse number="17">ځکه د دې په وجه زمونږ زړونه مات شوى دى او د ژړا په وجه زمونږ نظر کم شوے دے.</verse>
				<verse number="18">دا چې د صيون غر وران ويجاړ پروت دے او ګيدړان په کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="19">خو تۀ اے مالِکه خُدايه، د تل دپاره حکومت کوې او ستا تخت په ټولو نسلونو کښې قائم پاتې کيږى.</verse>
				<verse number="20">تا ولې مونږ بلکل هېر کړى يُو؟ تا ولې مونږ ډېرو ورځو نه پرېښى يُو؟</verse>
				<verse number="21">اے مالِکه خُدايه مونږ ځان ته راوبله، مونږ بحال کړه او زمونږ حال د مخکښې په شان کړه.</verse>
				<verse number="22">ولې تا مونږ تل دپاره رد کړى يُو؟ او تۀ مونږ ته د حد نه زيات غصه يې؟</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="26">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">په دېرشم کال د څلورمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ حزقى‌ايل د جلاوطنو سره د کبار د سيند په غاړه ولاړ وم، نو ما آسمان کولاو وليدو او خُدائ پاک ما ته روياګانې وښودلې.</verse>
				<verse number="2">د مياشتې په پينځم تاريخ دا د يهوياکين بادشاه د جلاوطنۍ پينځم کال وو.</verse>
				<verse number="3">د مالِک خُدائ کلام په حزقى‌ايل اِمام، د بوزى په زوئ باندې د کبار د سيند په غاړه د بابل په مُلک کښې نازل شو او د مالِک خُدائ لاس په هغۀ وو.</verse>
				<verse number="4">کله چې ما بره وکتل، نو ما يو لوئ طوفان د شمال د خوا نه په راتلو وليدلو چې لويه وريځ ترې مخکښې وه چې د برېښنا پړقېدل او ګېرچاپېره ترې نه تېزه رڼا خوره وه. د وريځو په مينځ کښې اور وو او د اور په مينځ کښې يو د پيتلو په شان څيز ځلېدلو.</verse>
				<verse number="5">او د وريځو د مينځ نه څلور ژوندى مخلوقات راووتل چې په ليدو کښې د انسان په شان ښکارېدل،</verse>
				<verse number="6">خو د هغوئ هر يو څلور مخونه او څلور وزرونه وُو.</verse>
				<verse number="7">د هغوئ پښې نېغې وې، او په پښو کښې يې لکه د سخى په شان نوکونه وُو او هغه لکه د پالش شوى پيتلو په شان ځلېدل.</verse>
				<verse number="8">او د هغوئ د څلورو وزرونو لاندې څلورو طرفونو ته د انسان په شان لاسونه وُو او د هر يو مخلوق څلور مخونه او څلور وزرونه وُو،</verse>
				<verse number="9">او د هغوئ وزرونه د يو بل سره لګېدلى وُو. او هر يو نېغ روان شو، نو د تلو په وخت کښې به تاوېدل راتاوېدل نه.</verse>
				<verse number="10">د هر يو څلور مخونه وُو چې په مخامخ د هر يو شکل د انسان وو، او په ښې طرف هغوئ د زمرى په شکل وو، ګس طرف ته يې د غوائى شکل وو، او شاته لکه د باز په شان وو.</verse>
				<verse number="11">د هر يو مخلوق وزرې بره طرف ته خورې وې، د هر يو دوه وزرې ګس او ښى طرف ته د نور مخلوق وزرو سره لګېدلې وې او په نورو دوو وزرو يې خپل بدن پټ کړے وو.</verse>
				<verse number="12">هر يو نېغ مخکښې لاړو، کومې خوا ته چې به د روح خوښه وه نو هغې خوا ته به بغېر د راتاوېدلو نه نېغ تلل.</verse>
				<verse number="13">دا ژوندے مخلوق داسې ښکاريدو لکه چې بَل سکارۀ يا د اور مشعلونه د هغوئ دننه بل شوى وى. دا اور د هغه مخلوق په مينځ کښې وړاندې وروستو کېدو، او دا ځلېدونکى وُو، او شُغلې به ترې نه راختلې.</verse>
				<verse number="14">هغه مخلوق به لکه د برېښنا د پړق په شان په منډه وړاندې او وروستو کېدلو.</verse>
				<verse number="15">کله چې ما دې ژوندى مخلوق ته وکتل، نو ما د هغوئ هر يو سره په زمکه باندې يوه پايه لګېدلې وليدله.</verse>
				<verse number="16">د هغه پايو شکل او ښکاره کېدل څۀ داسې وو، هغه لکه د ايکوامرين کاڼو په شان ځلېدلې، او څلور واړه پايې يو شان ښکارېدلې، او داسې جوړې شوې وې چې په هره پايه کښې يوه بله پايه دننه بل خوا ته تاوېدله.</verse>
				<verse number="17">کله چې به هغوئ تلل نو دې ژوندى مخلوق به په څلورو اړخونو کښې چې کوم طرف ته هم مخه کړه نو هغې خوا ته به بغېر د مخ اړولو نه تللے شُو.</verse>
				<verse number="18">د څلور واړو پايو ريمونه لوړ او يروونکى وُو، او په هغه څلورو واړو ريمونو باندې ګېرچاپېره سترګې وې.</verse>
				<verse number="19">کله به چې دا مخلوق ګرځېدل نو دا پايې به هم ورسره ګرځېدلې، او کله به چې دا مخلوق د زمکې نه راپاڅېدل نو دا پايې به هم ورسره اوچتې شوې.</verse>
				<verse number="20">چرته به چې روح تللو نو هغوئ به هم هلته تلل، دا پايې به هم ورسره راوچتېدلې، ځکه چې د ژوندى مخلوق روح په هغه پايو کښې وو.</verse>
				<verse number="21">نو کله چې به دا مخلوق روان شو نو دا پايې به هم روانې شوې، کله به چې دا مخلوق ودرېدو نو پايې به هم ودرېدې، کله به چې دا مخلوق بره الوتلو نو دا پايې به ورسره تلې، ځکه چې د دې ژوندى مخلوق روح په پايو کښې وو.</verse>
				<verse number="22">د دې مخلوق د سر دپاسه داسې ګنبد خور شوے وو چې د صفا او روښانه بلور کاڼى په شان ځلېدو او ډېر حېرانونکے وو.</verse>
				<verse number="23">د هغه ګنبد د لاندې هغوئ به خپلې وزرې غوړولې او وزرې به يې يو بل پورې غزولې، او هر يو به په خپلو نورو دوو وزرو خپل بدن پټولو.</verse>
				<verse number="24">کله چې دا مخلوق روانېدلو، نو ما د هغوئ د وزرونو آواز واورېدو لکه د تېزو اوبو د شور په شان، لکه د قادر خُدائ د آواز په شان، لکه د فوجيانو شور. او کله چې هغوئ ودرېدل نو وزرونه يې ښکته کړل.</verse>
				<verse number="25">نو بيا د ګنبد دپاسه د هغوئ په سر يو آواز راغلو. کله چې هغوئ ودرېدل نو وزرونه يې ښکته کړل.</verse>
				<verse number="26">د هغوئ د سرونو دپاسه په ګنبد باندې د نيلم کاڼى د تخت په شان يو څيز ښکارېدو، او د هغه تخت دپاسه د انسان په شان يو شکل او صورت ښکارېدو.</verse>
				<verse number="27">دا کوم شکل چې ښکارېدو د ملا نه بره لکه ګرم شوې اوسپنې په شان چې د اور نه ډکه وى، او ملا نه لاندې لکه د اور په شان ښکارېدو، او ګېرچاپېره ترې صفا رڼا وه.</verse>
				<verse number="28">لکه څنګه چې په باران کښې د بوډۍ ټال په وريځ کښې په مختلفو رنګونو کښې وى دغه شان رڼاګانې د هغۀ نه هم راوچتېدلې. نو دا منظر د مالِک خُدائ د جلال په شان ښکاره کېدلو. کله چې ما دا هر څۀ وليدل، نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې خبرې وکړې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه پاڅه په خپلو پښو ودرېږه، زۀ تا سره خبرې کول غواړم.“</verse>
				<verse number="2">کله چې هغۀ ما ته خبرې کولې، د خُدائ پاک روح په ما کښې راننوتو او زۀ يې په خپلو پښو ودرولم، نو ما د هغۀ خبرې واورېدلې چې ما ته يې کولې.</verse>
				<verse number="3">هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ تا بنى اِسرائيلو له لېږم، يو سرکشه قوم له چا چې زما خلاف سرکشى کړې ده. د اول نه تر نن ورځې پورې دوئ په خپله او د دوئ پلار نيکۀ زما نافرمانى کړې ده.</verse>
				<verse number="4">کومو خلقو ته چې زۀ تا استوم هغوئ ضديان او سخت طبيعته دى. هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="5">کۀ دا سرکشه قوم ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى خو په دې به پوهه وى چې زمونږ په مينځ کښې يو پېغمبر موجود دے.</verse>
				<verse number="6">خو تۀ، اے بنى آدمه، د هغوئ نه او د هغوئ د خبرو نه مۀ يرېږه. کۀ د هغوئ دهمکى تا د ازغو او يا د لړمانو په شان راګېر هم کړى. مۀ د هغوئ خبرو نه يرېږه، مۀ د هغوئ د نېغو کتلو نه يرېږه، ځکه چې دا قوم سرکشه دے.</verse>
				<verse number="7">تۀ زما کلام هغوئ ته ووايه، کۀ هغوئ ورته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى، ځکه چې هغوئ بلکل سرکشه دى.</verse>
				<verse number="8">خو تۀ، اے بنى آدمه، هغه څۀ ته غوږ ونيسه څۀ چې زۀ تا ته وايم. د دغه سرکشه قوم په شان مۀ جوړېږه، تۀ دې خپله خولۀ کولاو کړه او هر هغه څۀ وخوره څۀ چې زۀ درکوم.“</verse>
				<verse number="9">نو ما بيا وليدل چې يو لاس زما طرف ته راغزېدلے دے او د هغۀ سره يو طومار وو.</verse>
				<verse number="10">کوم طومار چې هغۀ زما په وړاندې کولاو کړو، د هغې په دواړو خواو کښې د ماتم، غم او افسوس خبرې ليکلې وې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">او هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا څۀ چې ستا په وړاندې دى دا وخوره، دا طومار وخوره، نو بيا لاړ شه او بنى اِسرائيلو ته يې بيان کړه.“</verse>
				<verse number="2">نو بيا ما خپله خولۀ کولاو کړه او هغۀ ما له هغه طومار راکړو چې وې خورم.</verse>
				<verse number="3">نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، زۀ چې کوم طومار تا له درکوم دا وخوره او خپله خېټه پرې مړه کړه.“ نو بيا ما هغه وخوړو، او هغې زما په خولۀ کښې لکه د شاتو په شان خوږ خوند کولو.</verse>
				<verse number="4">نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، اوس بنى اِسرائيلو له ورشه او زما کلام هغوئ ته واوروه.</verse>
				<verse number="5">زۀ تا داسې خلقو ته نۀ استوم چې د هغوئ ژبه ستا دپاره نا آشنا او سخته وى خو تا زۀ بنى اِسرائيلو ته استوم.</verse>
				<verse number="6">زۀ تا هغه ډېرو خلقو ته نۀ استوم چې د چا په ژبه به پوهېدل تا ته ګران وى او د هغې الفاظ به مختلف وى او تۀ به پرې نۀ پوهېږې. خو کۀ چرې تۀ ما هغوئ ته لېږلے وے، نو هغوئ به بيا تا ته غوږ نيولے وے.</verse>
				<verse number="7">خو د بنى اِسرائيلو قوم نۀ غواړى چې تا ته غوږ ونيسى ځکه چې هغوئ نۀ غواړى چې ما ته غوږ ونيسى، ځکه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ضدى او په زړۀ سخت دے.</verse>
				<verse number="8">خو ګوره، زۀ به تا هم د هغوئ په شان ضدى او په زړۀ سخت کړم لکه څنګه چې هغوئ دى.</verse>
				<verse number="9">او زۀ به ستا تندے لکه د سخت او کلک ګټ په شان کړم، او د هيرې نه به يې هم سخت کړم. تۀ د هغوئ نه مۀ يرېږه او مۀ ترې نه په دهشت کښې پرېوځه کۀ څۀ هم چې دا قوم سرکشه دے.“</verse>
				<verse number="10">او هغۀ راته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما ته غوږ ونيسه ټول کلام چې زۀ درته وايم هغه په غور سره واوره او په خپل زړۀ کښې يې واچوه.</verse>
				<verse number="11">نو اوس د خپل قوم خلقو له ورشه څوک چې جلاوطن شوى دى او هغوئ سره خبرې وکړه. هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، دا چې هغوئ ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نه.“</verse>
				<verse number="12">نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ اوچت کړم او ما شاته يو دروند آواز واورېدو چې فرمائيل يې، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت او جلال دې د هغۀ په ځائ کښې وى.“</verse>
				<verse number="13">دا د هغه ژوندى مخلوق د وزرو آوازونه او شور وو چې يو بل سره لګېدل او په خوا کښې يې د هغه پايو آوازونه هم وُو، يو اوچت او دروند شور وو.</verse>
				<verse number="14">نو بيا زۀ روح اوچت کړم او د هغه ځائ نه يې ځان سره بوتلم، زۀ ورسره په تريخ مزاج او غصې سره لاړم، خو د مالِک خُدائ زورَور لاس په ما باندې وو.</verse>
				<verse number="15">نو زۀ هغه جلاوطنو له راغلم څوک چې په تل ابيب کښې د کبار سيند سره نزدې اوسېدل. زۀ د هغوئ په مينځ کښې د اوو ورځو دپاره چپ کښېناستم.</verse>
				<verse number="16">د هغه اووۀ ورځو په آخر کښې د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="17">او راته يې وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما تۀ د بنى اِسرائيلو دپاره محافظ مقرر کړې، نو هغه کلام واوره کوم چې زۀ تا ته وايم او زما د خوا نه هغوئ ته خبردارے ورکړه.</verse>
				<verse number="18">کۀ چرې زۀ يو بدکاره انسان له خبردارے ورکړم چې تۀ به يقين سره مړ شې، او تۀ هغه د دې نه خبر نۀ کړې او يا ورسره خبرې ونۀ کړې او يا يې د خپلو غلطو لارو نه منع نۀ کړې ترڅو چې د هغۀ ژوند بچ کړې، نو دغه بدکاره به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تۀ به د هغۀ د مرګ ذمه وار يې.</verse>
				<verse number="19">کۀ تۀ يو بدکاره انسان له خبردارے ورکړې او هغه د خپل شرارت او خرابو لارو نه منع نۀ شى هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تۀ به خپل ځان بچ کړې.</verse>
				<verse number="20">او بيا دا هم کۀ چرې يو صادق انسان د خپلو ښو لارو نه واوړى او بد چال چلن شروع کړى، نو زۀ به هغه په امتحان کښې واچوم او هغه به مړ شى. ځکه چې تا هغۀ له خبردارے نۀ دے ورکړے نو هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى او کوم د صداقت کارونه چې هغۀ کړى دى نو هغه به ورته پاتې نۀ شى، او د هغۀ خون به ستا په غاړه وى.</verse>
				<verse number="21">خو کۀ تۀ صادق انسان ته خبردارے ورکړې چې ګناه مۀ کوه او هغه ستا خبره ومنى او ګناه کول پرېږدى، نو هغه به په يقين سره ژوندے پاتې شى ځکه چې هغۀ ستا خبردارے قبول کړو او تا په دې خپل ژوند بچ کړو.“</verse>
				<verse number="22">نو بيا د مالِک خُدائ لاس په ما وو او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”پاڅه او وادۍ ته لاړ شه، او زۀ به هلته تا سره خبرې وکړم.“</verse>
				<verse number="23">نو زۀ بيا پاڅېدم او مېدان ته لاړم. او د مالِک خُدائ جلال هلته ولاړ وو، هغه شان لکه کوم جلال چې ما د کبار د سيند سره ليدلے وو نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم.</verse>
				<verse number="24">خو د مالِک خُدائ روح ما له راغے او زۀ يې په خپلو پښو ودرولم. هغۀ ما سره خبرې وکړې او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او خپل ځان دې په خپل کور کښې بند کړه.</verse>
				<verse number="25">او اے بنى آدمه، تۀ به په پړو باندې وتړلے شې، تۀ به بند کړے شې د دې دپاره چې تۀ بهر د خلقو مينځ ته ونۀ وځې.</verse>
				<verse number="26">زۀ به ستا ژبه تالو پورې ونښلوم چې تۀ خاموشه پاتې شې او هغوئ ونۀ رټلے شى ځکه چې هغوئ سرکشه قوم دے.</verse>
				<verse number="27">خو کله چې زۀ تا سره خبرې وکړم، زۀ به ستا خولۀ کولاو کړم نو تۀ به هغوئ ته دا ووائې چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى. هر څوک چې اورېدل غواړى هغوئ دې واورى او چې څوک اورېدل نۀ غواړى نو نۀ دې اورى، ځکه چې دا يو سرکشه قوم دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">”نو اوس، اے بنى آدمه، يوه کچه ښخته راواخله، او په خپل مخکښې يې کېږده او پرې د يروشلم د ښار نقشه جوړ کړه.</verse>
				<verse number="2">نو بيا د ښار محاصره کېدل په کښې جوړ کړه، ګېرچاپېره ترې نه دېوال جوړ کړه چې يو کس ترې نه نۀ شى تښتېدلے. د دشمن د فوجيانو کېمپ جوړ کړه او دېوال ته د خاورو ډيرى او د قلعې د ماتولو مشينونه تيار کړه.</verse>
				<verse number="3">بيا د اوسپنې يو څادر راواخله، دا ستا او د ښار په مينځ کښې د اوسپنې دېوال په شان ولګوه او خپل مخ د ښار طرف ته راوګرځوه. دا به د محاصرې لاندې وى، او تۀ به دا ښار محاصره کوې. دا به د بنى اِسرائيلو دپاره يوه نښه وى.</verse>
				<verse number="4">نو بيا په ګس اړخ څمله او د بنى اِسرائيلو ګناهونه په خپل ځان باندې انبار کړه. نو څومره ورځې چې هغوئ ګناه کړې وى د هم هغه ورځو په اندازه په يو اړخ باندې څمله.</verse>
				<verse number="5">نو ما بيا تۀ د هم هغه ورځو په اندازه د سزا تېرولو دپاره مقرر کړې څومره کالونه چې هغوئ ګناه کړې ده. نو تۀ به لس کم څلور سوه ورځو پورې د بنى اِسرائيلو د ګناهونو سزا زغمې.</verse>
				<verse number="6">د دې سزا تېرولو نه وروستو بيا دوباره په ښى اړخ د يهوداه د ګناهونو د سزا تېرولو دپاره څمله. نو ما تۀ د څلوېښتو ورځو دپاره مقرر کړې، د يو کال دپاره مې يوه ورځ مقرر کړه.</verse>
				<verse number="7">نو بيا خپل مخ د يروشلم د محاصرې طرف ته راوګرځوه او په بربنډو لاسونو د هغې خلاف پېشګوئې وکړه.</verse>
				<verse number="8">زۀ به تا په پړو وتړم نو تۀ به د يو اړخ نه بل اړخ ته نۀ شې اوړېدلے ترڅو چې تا خپلې د محاصرې ورځې پوره کړې نۀ وى.</verse>
				<verse number="9">غنم او اوربشې، لوبيا او دال، غوښت او جمدر واخله. او هغه په چاټۍ کښې واچوه او ځان دپاره ترې نه روټۍ جوړوه. دا چې تۀ د لس کم څلورو سوو ورځو دپاره په يو اړخ پروت يې نو په دې دوران کښې د خوراک دپاره استعمالوه.</verse>
				<verse number="10">تا ته په ورځ کښې صرف د يو پاؤ روټۍ خوړلو او د دوو ګلاسو اوبو څښلو اجازت شته. دا څيزونه په احتياط په ناپ او په مقرر وخت سره خوړلے او څښلے شې.</verse>
				<verse number="11"></verse>
				<verse number="12">تۀ دا روټۍ لکه د اوربشو د روټۍ په شان پخوه. کله چې دا روټۍ پخوې نو د خلقو په مخامخ يې د انسان په اوچو غُلو پخه کړه.“</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”نو په دې طريقې سره به اِسرائيليان ناپاکه روټۍ د هغه قومونو په مينځ کښې وخورى چرته چې زۀ دوئ شړم.“</verse>
				<verse number="14">خو ما ورته وفرمائيل، ”داسې دې نۀ وى، مالِک قادر مطلق خُدايه، ما کله هم خپل ځان نۀ دے ناپاکه کړے. زما د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ما هيڅ داسې څيز نۀ دے خوړلے چې هغه مردار شوے وى او يا ځناورو څيرلے وى. هيڅ قسمه حرامه غوښه زما د خولې دننه شوې نۀ ده.“</verse>
				<verse number="15">”ډېر ښۀ،“ هغۀ وفرمائيل، ”ښه نو د انسان د غُلو په ځائ خپله روټۍ د غواګانو په سپياکو پخه کړه.“</verse>
				<verse number="16">نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ به په يروشلم روټۍ بنده کړم. هغوئ چې کومه روټۍ خورى نو په ناپ تول او پرېشانۍ سره به يې خورى او کومې اوبۀ چې څښى نو د شمېر په څاڅکو به يې څښى.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې خوراک او اوبۀ به په کمېدو وى او هغوئ به د يو بل د شکل نه يريږى، او د خپلې ګناه د سزا د لاندې به د لوږې نه مانده شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">”اے بنى آدمه، يوه تيره تُوره راواخله او هغه لکه د نائى د چړې په شان د خپل سر او ږيرې د وېښتو خرئيلو دپاره استعمال کړه. او بيا هغه وېښتۀ د يوې تلې په ذريعه په درېو برخو تقسيم کړه.</verse>
				<verse number="2">نو کله چې ستا د محاصرې ورځې په ختمېدو شى، د وېښتو درېمه حِصه په ښار کښې دننه وسوزوه. او بله حِصه يې د ښار نه ګېرچاپېره په تُوره ووهه او ذره ذره يې کړه. او بله حِصه په هوا کښې وشينده، ځکه چې زۀ به تُوره دوئ پسې راوکاږم.</verse>
				<verse number="3">خو د وېښتو يو څو تارونه دې د څادر په پلو کښې ونغاړه او ځان سره يې وساته.</verse>
				<verse number="4">بيا د دې نه يو څو وېښتۀ راواخله او په اور کښې يې واچوه او وې سوزوه. د هغې نه به اور ټولو بنى اِسرائيلو ته خور شى.</verse>
				<verse number="5">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې دا يو مثال دے چې په آئنده کښې به د يروشلم سره څۀ کيږى. يروشلم ما د ټولو قومونو په مينځ کښې پېدا کړے دے او ټول مُلکونه ترې نه ګېرچاپېره پراتۀ دى.</verse>
				<verse number="6">خو په خپل شرارت کښې هغۀ زما د قانون او حکمونو نه سرکشى وکړه د هغه مُلکونو نه هم زيات کوم چې د هغۀ نه ګېرچاپېره پراتۀ دى. هغۀ زما قانون رد کړو او زما د حکمونو تابعدارى يې ونۀ کړه.</verse>
				<verse number="7">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ د نورو قومونو په نسبت زيات سرکشه يې او تا زما په تعليماتو او شريعت عمل ونۀ کړو. خو تا د نورو قومونو د رِواج او اصُولو په مطابق ژوند تېر کړو.</verse>
				<verse number="8">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ په خپله ستا خلاف شوے يم، اے يروشلمه، زۀ به تا له د نورو قومونو په وړاندې سزا درکړم.</verse>
				<verse number="9">ځکه زۀ به ستا د هغه ټولو حرام کارو معبودانو په وجه تا سره هغه سلوک وکړم چې ما د دې نه وړاندې کله هم بل چا سره نۀ وى کړے او نۀ به يې بيا چا سره وکړم.</verse>
				<verse number="10">نو په دې وجه به په تا کښې مور پلار خپل بچى وخورى او بچى به خپل مور پلار وخورى. زۀ به تاسو له سزا درکړم او څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تس نس کړم.</verse>
				<verse number="11">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، ځکه چې تاسو د خپلو حرامو کارونو او کرکژن تصويرونو په عبادت کولو سره زما مقدس کور پليت کړو، زۀ به په خپله نۀ په تاسو رحم وکړم، او نۀ به زۀ تاسو ته د رحم په سترګه وګورم او نۀ به تاسو بچ کړم.</verse>
				<verse number="12">ستا د خلقو يوه حِصه به په وبا او قحط په تا کښې دننه مړۀ شى، او دوېمه حِصه خلق به دې د ښار د دېوالونو نه بهر په تُوره باندې قتل کړے شى، او درېمه حِصه به زۀ په هوا کښې خوارۀ کړم او په خپله تُوره به يې راګېر کړم.</verse>
				<verse number="13">نو زما غصه به بيا سړه شى او زما غضب به په آرام شى کله چې زۀ خپل غضب په دوئ نازل کړم، نو هغوئ به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ د خپل غېرت د وجې داسې وکړل.</verse>
				<verse number="14">نو د دې نه علاوه به زۀ تا په کنډراتو بدل کړم او کله چې د نورو قومونو خلق ستا په خوا کښې تېريږى نو هغوئ به توبې وباسى.</verse>
				<verse number="15">تۀ به نورو خلقو او قومونو ته د مسخرو او پيغورونو، لعنت او يرې يو مثال يې کله چې زۀ خپله سزا او غضب او قهر او سخته رټنه په تا نازله کړم. دا ما مالِک خُدائ فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="16">هرکله چې زۀ په تاسو د قحط د مرګونى او تباه کوونکى غشى ګزار وکړم، زۀ به په تا داسې ګزار وکړم چې تا به تباه کړم. زۀ به په تا بيا بيا قحط راولم او ستا د خوراک ذريعه به بنده کړم.</verse>
				<verse number="17">زۀ به ستا خلاف قحط او ځنګلى ځناور درولېږم، هغوئ به تاسو بې‌اولاده پرېږدى. وينه تويول او وباګانې به تاسو ته راورسيږى، او زۀ به جنګ ستاسو خلاف راولېږم. مالِک خُدائ په خپله داسې وفرمائيل.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د بنى اِسرائيلو د غرونو طرف ته واړوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه.</verse>
				<verse number="3">او داسې ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک قادر مطلق خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ تاسو غرونو او غونډو، ګړنګونو او درو ته داسې فرمائى، زۀ به اوس ستاسو خلاف تُوره استعمالوم، او زۀ به ستاسو هغه علاقائى عبادتخانې تباه کړم چرته چې تاسو د بُتانو عبادت کوئ.</verse>
				<verse number="4">ستاسو قربان‌ګاه به راوغورزولے شى او ستاسو د خوشبويۍ قربان‌ګاه به ټوټه ټوټه کړے شى. او زۀ به ستاسو خلق ستاسو د معبودانو په وړاندې حلال کړم.</verse>
				<verse number="5">زۀ به د بنى اِسرائيلو لاشونه د هغوئ د معبودانو په وړاندې وغورزوم. او زۀ به ستاسو هډوکى ستاسو د قربان‌ګاه سره خوارۀ وارۀ کړم.</verse>
				<verse number="6">نو چرته چې تاسو اوسېږئ نو هغه ځائ او ښارونه به کنډر شى او هغه علاقائى عبادتخانې به تباه شى، ستاسو قربان‌ګاه به خرابې او تباه شى، ستاسو معبودان به ټوټه ټوټه او تباه کړے شى، او ستاسو د خوشبويۍ قربان‌ګاه به راوغورزولے شى، او څۀ چې تاسو جوړ کړى دى هغه به جارُو کړے شى.</verse>
				<verse number="7">ستا خلق به په تا کښې ووژلے شى، نو تۀ به په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="8">خو زۀ به ځينې خلق بچ کړم، او په تاسو کښې به څۀ خلق د تُورې د مرګ نه وتښتى او په نورو قومونو او مُلکونو کښې به خوارۀ شى.</verse>
				<verse number="9">نو کله چې هغوئ په نورو مُلکونو او قومونو کښې په جلاوطنۍ کښې اوسيږى، نو هغوئ به هلته ما راياد کړى، او په دې به پوهه شى چې هغوئ زۀ په خپلو زناکارو زړونو سره څومره دردولے يم، کوم چې زما نه اوړېدلى دى، او په خپلو سترګو سره به يې د هغه معبودانو سره زنا کوله. د هغه حرام کارونو او د معبودانو د عبادت په وجه کوم چې دوئ کړى دى هغوئ به د خپل ځان نه نفرت وکړى.</verse>
				<verse number="10">نو دوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم او زما خبردارے هسې تشې خبرې نه خو په رښتيا سره مې په دوئ عذاب راوستو.“</verse>
				<verse number="11">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”د غم نه خپل لاسونه وپړقوئ او خپلې پښې په زمکه ودربوئ او د افسوس چغې ووهئ، د بنى اِسرائيلو د هغه ټولو حرامو کارونو په وجه، نو هغوئ به په جنګ او قحط او وبا سره مړۀ کړے شى.</verse>
				<verse number="12">هغه څوک چې لرې دى نو هغوئ به په وبا سره مړۀ شى، او هغه څوک چې نزدې دى هغوئ به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ څوک چې بچ پاتې شى نو په قحط سره به مړۀ شى. زۀ به خپل ټول قهر و غضب په هغوئ نازل کړم.</verse>
				<verse number="13">نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. کله چې د هغوئ خلق د دوئ د معبودانو او د دوئ د قربان‌ګاه سره مړۀ پراته وى، په هره اوچته غونډۍ او اوچت غر دپاسه او د هرې شنې ونې لاندې او د څېړۍ د ونې لاندې به د دوئ لاشونه پراتۀ وى په هغه ځايونو کښې چرته چې هغوئ خپلو ټولو معبودانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولې.</verse>
				<verse number="14">او زۀ به خپل لاس د هغوئ په خلاف وراوږد کړم او د هغوئ مُلک به د بيابان نه واخله تر دبله پورې خراب او خاموشه کړم چرته چې هغوئ اوسيږى. نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">نو د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ بنى اِسرائيلو ته داسې فرمائى، تباهى دې په سر راغلى ده، ستا په مُلک کښې به هر طرف ته تباهى وى.</verse>
				<verse number="3">نو اوس ستاسو آخرى وخت رارسېدلے دے او زۀ به خپل قهر و غضب په تاسو نازل کړم. زۀ به ستاسو د چال چلن په مطابق ستاسو عدالت وکړم او ستاسو د بدو اعمالو په مطابق به تاسو له پوره سزا درکړم.</verse>
				<verse number="4">نۀ به تۀ زما نه بچ شې او نۀ به زۀ په تا رحم وکړم بلکې ستا د چال چلن او بدو اعمالو سزا به تا له درکړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="5">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د يو افت دپاسه به بل افت په تاسو راځى.</verse>
				<verse number="6">ستاسو اَنجام، ستاسو اَنجام نزدې دے، آخرى وخت مو نزدې دے، وګورئ ستاسو په وړاندې دے.</verse>
				<verse number="7">تاسو څوک چې په دې مُلک کښې اوسېږئ ستاسو د ښخېدو ورځ رارسېدلې ده. وخت رارسېدلے دے، هغه ورځ رانزدې شوې ده، دلته کښې د غرونو دپاسه صرف چغې سورې دى، او هيڅ قسمه د خوشحالۍ آوازونه نشته.</verse>
				<verse number="8">زۀ به زر خپل قهر په تا نازل کړم، زۀ به تا ته ستا د چال چلن او د بدو اعمالو په مطابق سزا درکړم.</verse>
				<verse number="9">نۀ به تۀ زما نه بچ شې او نۀ به زۀ په تا رحم وکړم بلکې ستا د چال چلن او بدو اعمالو سزا به تا له درکړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم څوک چې تاسو وهى.</verse>
				<verse number="10">ستاسو اَنجام، ستاسو اَنجام نزدې دے. تباهى مو په سر رارسېدلې ده. ظلم انتها ته رسېدلے دے، او خلق بې‌حده مغروره شوى دى.</verse>
				<verse number="11">د هغوئ د ظلم په وجه د خلقو شرارت زيات شوے دے، يو کس به ترې نه هم پاتې نۀ شى، نۀ د هغوئ خلق، نۀ دولت، او نۀ د هغوئ اهميت.</verse>
				<verse number="12">هغه وخت راغلے دے، هغه ورځ رارسېدلې ده. اخستونکى دې خوشحالى نۀ کوى او نۀ دې خرڅوونکى خفګان کوى، ځکه چې غضب په ټوله ګڼه باندې راتلونکے دے.</verse>
				<verse number="13">سوداګر به هغه زمکه دوباره وانۀ خلى کومه زمکه چې هغوئ خرڅه کړې ده کۀ چرې دوئ ژوندى هم وى، ځکه چې د مالِک خُدائ فېصله د ټولو دپاره ده او نۀ بدلېدونکې ده. ځکه د خپلو ګناهونو په وجه به يو کس هم خپل ژوند بچ نۀ کړے شى.</verse>
				<verse number="14">کۀ څۀ هم کۀ هغوئ بيګل وغږوى او هر څۀ تيار کړى، هيڅوک به جنګ دپاره لاړ نۀ شى، ځکه چې زما غضب په ګڼو خلقو باندې دے.“</verse>
				<verse number="15">”د ښار نه بهر جنګونه او په ښار کښې دننه قحط او وباګانې روانې دى، څوک چې د ښار د دېوالونو نه بهر دى هغوئ به د دشمن په تُورو باندې مړۀ شى. او هغه څوک چې د ښار دننه دى د قحط او د وباګانو په وجه به مړۀ شى.</verse>
				<verse number="16">څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ ټول به غرونو ته پناه اخستلو له لاړ شى، او هر يو به لکه د ګوګوشتکو په شان د خپلې ګناه په وجه زبيرګى کوى.</verse>
				<verse number="17">د هغوئ په لاسونو کښې به دم نۀ وى، او پښې به يې ريږدى.</verse>
				<verse number="18">هغوئ به د ټاټ جامې واغوندى او ټول به يرې اخستى وى. د هغوئ په مخونو به شرم راخور وى او سرونه به يې خرئيلې وى.</verse>
				<verse number="19">هغوئ به خپل سپين زر لارو کوڅو ته وغورزوى، او د هغوئ سرۀ زر به يو ناپاکه څيز وګڼلے شى. د مالِک خُدائ د غضب په ورځ به د هغوئ سرۀ زر او سپين زر به هغوئ نۀ شى بچ کولے. هغوئ به په دې باندې نۀ خپله لوږه ختمولے شى او نۀ به ورباندې خپله ګېډه مړولے شى. ځکه چې د هم دې څيزونو په وجه هغوئ تير وتل.</verse>
				<verse number="20">هغوئ په خپلو ښکلو زيوراتو باندې فخر کولو چې د هغوئ نه به يې خراب بُتان او مکروه تصويرونه جوړول. نو په دې وجه به زۀ دا څيزونه د هغوئ دپاره پليت او ناپاکه وګرځوم.</verse>
				<verse number="21">زۀ به دا هر څۀ غېرو ته د غنيمت په شکل حواله کړم او د زمکې شريرانو باندې به يې لوټ کړم، او هغوئ به يې پليت کړى.</verse>
				<verse number="22">زۀ به خپل مخ د دوئ نه واړوم او هغوئ به زما د مقدسو خزانو بې‌حرمتى وکړى، غلۀ به دې ته ننوځى او ناپاکه به يې کړى.</verse>
				<verse number="23">زنځيرونه تيار کړه، ځکه چې ټول مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ټول ښار د شر و فساد نه ډک دے.</verse>
				<verse number="24">زۀ به د دُنيا د ټولو نه زيات ظالم قومونه راولم چې د دوئ نه د دوئ کورونه په زور قبضه کړى، او زۀ به د دوئ د زورَورو کسانو فخر ختم کړم، او د هغوئ د مقدس ځايونو بې‌حرمتى به وشى.</verse>
				<verse number="25">کله چې دهشت راشى، نو هغوئ به د امن او سکون لټون وکړى، خو هيڅ قسم امن به ورته مِلاو نۀ شى.</verse>
				<verse number="26">د يو افت دپاسه به بل افت راشى، او د افواه دپاسه به بله افواه خوريږى. هغوئ به په دې کوشش کښې وى چې د نبى رويا واورى، د شريعت تعليم به د اِمام نه ختم شى، او هم داسې د مشرانو مشورې به هم ختمې شى.</verse>
				<verse number="27">بادشاه به ماتم کوى، شهزاده به د خفګان جامې اغوستې وى، د مُلک د خلقو لاسونه به رپيږى. زۀ به د هغوئ سره د دوئ د چال چلن په مطابق سلوک کوم، او د هغوئ په خپل معيار او اصُول به د دوئ عدالت وکړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">د جلاوطنۍ په شپږم کال، د شپږمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ په خپل کور کښې د يهوداه د مشرانو سره ناست وم چې هلته د مالِک قادر مطلق خُدائ لاس په ما باندې راغلو.</verse>
				<verse number="2">ما وليدل، او يو شکل مې وليدو چې د انسان په شان ښکارېدو، د ملا نه لاندې هغه د اور په شان ښکارېدو او بره هغه لکه د يوې ځلېدونکې اوسپنې په شان ښکارېدو.</verse>
				<verse number="3">هغۀ يو څيز راوغزولو چې د لاس په شان ښکارېدو او زۀ يې د سر وېښتو نه راونيولم. روح زۀ د آسمان او زمکې مينځ ته پورته کړم او د خُدائ پاک په رويا کښې يې زۀ يروشلم ته بوتلم، د دننه دربار شمال خوا دروازې ته، چرته چې هغه بُت ولاړ وو کوم چې د خُدائ پاک غېرت راپارولو.</verse>
				<verse number="4">او د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال زما په وړاندې هلته راښکاره شو، لکه څنګه چې ما په رويا کښې د دې نه وړاندې په مېدان کښې ليدلے وو.</verse>
				<verse number="5">نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، د شمال خوا ته وګوره،“ نو بيا ما وکتل، د شمال خوا ته د قربان‌ګاه د داخلېدو دروازه کښې ما هغه بُت وليدو د چا خلاف چې د خُدائ پاک غېرت راپارېدلے وو.</verse>
				<verse number="6">او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تۀ هغه څۀ وينې چې دوئ يې کوى هغه حرام کارونه چې دوئ يې دلته کوى، نو دا حرام کارونه ما د خپل مقدس کور نه لرې کوى خو تۀ به داسې کارونه وګورې چې د دې نه به زيات خراب وى.“</verse>
				<verse number="7">هغۀ زۀ د دربار دروازې ته راوستلم. ما وکتل، ما په دېوال کښې يو سورے وليدو.</verse>
				<verse number="8">هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، نو اوس په دېوال کښې دا سورے غټ کړه.“ نو ما بيا په دېوال کښې سورے وکړو او هلته مې يوه پټه دروازه وليدله.</verse>
				<verse number="9">او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دننه لاړ شه او هغه شرارت او حرام کارونه وګوره کوم چې هغوئ دلته کوى.“</verse>
				<verse number="10">نو بيا زۀ دننه لاړم او ومې ليدل چې، په دېوالونو باندې د هر قسمه مارانو او چينجو او پليتو ځناورو تصويرونه جوړ شوى وُو. او ما د بنى اِسرائيلو ټول بُتان وليدل چې هغوئ يې عبادت کولو.</verse>
				<verse number="11">د بنى اِسرائيل د قوم اويا مشران هلته ولاړ وُو، او د هغوئ په مينځ کښې يازنياه د سافن زوئ هم ولاړ وو. او د هر يو مشر په لاس کښې د خوشبو سوزولو مجمر وو او ترې نه د خوشبو د لوګو لوخړې ختلې.</verse>
				<verse number="12">نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تا هغه څۀ وليدل کوم چې د اِسرائيلو مشرانو په تيارۀ کوټه کښې هر يو د خپل معبود د زيارت دپاره کول؟ هغوئ دا وائى چې، مالِک خُدائ مونږ نۀ وينى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے.“</verse>
				<verse number="13">هغۀ بيا وفرمائيل چې، ”تۀ به هغوئ د دې نه هم په ډېرو خرابو حرامو کارونو کولو باندې وګورې.“</verse>
				<verse number="14">نو بيا زۀ هغۀ د مالِک خُدائ کور ته د ننوتلو د شمال خوا دروازې ته راوستلم، ما هلته ښځې وليدلې چې ناستې وې او د تموز معبود ژړا او ماتم يې کولو.</verse>
				<verse number="15">هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تۀ دا وينې؟ نو تۀ به نور داسې حرام کارونه وګورې کوم چې به د دې نه هم ډېر پليت او خراب وى.“</verse>
				<verse number="16">هغۀ بيا زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ته راوستلم، او هلته د مالِک خُدائ د کور د داخلېدلو په لار او د برنډې او د قربان‌ګاه په مينځ کښې پينځويشت کسان وُو. چې شا يې د مالِک خُدائ کور ته وه او د هغوئ مخ د نمرخاتۀ خوا ته وو، هغوئ د مشرق خوا ته نمر ته سجده کوله.</verse>
				<verse number="17">هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه تا دا وليدل؟ ولې دا د يهوداه خلقو ته مناسبه ده چې هغوئ دې داسې پليت او حرام کارونه دلته وکړى؟ دا ضرورى ده چې دوئ دُنيا هم د شرارت نه ډکه کړى او په مسلسله توګه زما قهر و غضب راوپاروى؟ هغوئ ته وګوره چې خپله پوزه چوڼى او ما ته سپک نظر کوى.</verse>
				<verse number="18">نو په دې وجه زۀ به په هغوئ باندې خپل غضب نازل کړم، نۀ به هغوئ زما نه بچ شى او نۀ به زۀ په هغوئ رحم وکړم. کۀ څۀ هم چې هغوئ زما په غوږ کښې چغې ووهى زۀ به هغوئ ته غوږ نۀ نيسم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">نو بيا مالِک خُدائ په اوچت آواز سره وفرمائيل، ”هغه کسان راولئ کوم چې د ښار د سزا ورکولو دپاره مقرر شوى دى نو هغوئ ته ووايه چې هر يو د خپلو تباه کوونکو وسلو په لاس راشى.“</verse>
				<verse number="2">نو بيا شپږ کسان د شمال بره طرف دروازې نه راښکاره شُو، د هر يو په لاس کښې وژونکې وسله وه. د هغوئ سره يو کس وو چې د کتان جامې يې وې، چا سره چې د خط و کتابت سامان په څنګ کښې وو. هغوئ ټول د مالِک خُدائ د کور دربار ته لاړل او د زېړو د قربان‌ګاه په خوا کښې ودرېدل.</verse>
				<verse number="3">بيا د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو، په کوم ځائ کښې چې هغه وو، نو بيا د خُدائ د کور درشل ته لاړو. نو بيا مالِک خُدائ هغه کس ته آواز وکړو چې د کتان جامې يې اچولې وې د چا سره چې د خط و کتابت سامان وو.</verse>
				<verse number="4">او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د يروشلم په ټول ښار کښې وګرځه او د هر هغه چا په تندى باندې نښه ولګوه څوک چې وير او ماتم کوى په هغه ټولو حرامو کارونو باندې چې په دې کښې وشى.“</verse>
				<verse number="5">نو چې ما غوږ ونيولو، هغۀ هغه نورو ته وفرمائيل، ”په ښار کښې هغۀ پسې ځئ او خلق مړۀ کړئ، په چا زړۀ مۀ سوزوئ او مۀ په چا رحم کوئ.</verse>
				<verse number="6">بوډاګان، ځوانان، پېغلې، ښځې، او ماشومان، حلال کړئ، خو هغوئ ته لاس مۀ وروړئ د چا په تندى باندې چې نښه لګېدلې وى. زما د مقدس ځائ نه شروع وکړئ.“ نو بيا هغوئ دا کار د هغه مشرانو نه شروع کړو چې د خُدائ د کور په مخکښې ولاړ وُو.</verse>
				<verse number="7">نو بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زما کور پليت او زما دربار د مړو د لاشونو نه ډک کړئ. ځئ لاړ شئ.“ نو هغوئ بهر لاړل او په ټول ښار کښې يې په مرګ شروع وکړه.</verse>
				<verse number="8">نو کله چې هغوئ خلق وژل او زۀ يواځې پاتې شوم، نو زۀ پړمخې پرېوتم او چغې مې کړې، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، په يروشلم باندې د خپل غضب په نازلېدو سره ولې تۀ د بنى اِسرائيلو دا بچ پاتې شوى خلق به هم تباه کوې؟“</verse>
				<verse number="9">نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو ګناهونه ډېر بې‌حده غټ دى، مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ښار د بې‌اِنصافۍ نه ډک دے. هغوئ وائى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے، مالِک خُدائ دا نۀ وينى.</verse>
				<verse number="10">نو زۀ به هغوئ ته د رحم په سترګه نۀ ګورم او نۀ به هغوئ بچ کړم، خو زۀ به هم د دوئ په سرونو هغه څۀ راولم څۀ چې هغوئ کړى دى.“</verse>
				<verse number="11">بيا هغه سړى چې د کتان جامې يې اچولې وې او د خط و کتابت سامان ورسره وو هغۀ دا خبر راوړو، او وې وئيل، ”ما هغه څۀ وکړل څنګه چې تا حکم کړے وو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">کله چې ما بره وکتل، د وزرو والا د مخلوق د سر دپاسه په آسمان کښې ما نيلم کاڼے وليدو چې لکه د تخت په شان ښکارېدو.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ هغه سړى ته چا چې د کتان جامې اچولې وې وفرمائيل، ”د وزرو والا مخلوق د پايو د لاندې په مينځ کښې تېر شه. خپل لاسونه د سکروټو نه ډک کړه او په ښار يې وشينده.“ او چې ما وليدل هغه هم هغه شان دننه لاړو.</verse>
				<verse number="3">اوس د وزرو والا مخلوق د خُدائ د کور د جنوبى دروازې سره ولاړ وو کله چې هغه سړے دننه لاړو، نو وريځې دننه دربار ډک کړو.</verse>
				<verse number="4">نو بيا د مالِک خُدائ جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو او د خُدائ د کور درشل ته لاړو. وريځو د خُدائ کور ډک کړو، او د هغۀ دربار د مالِک خُدائ د جلال د شغلو نه ډک وو.</verse>
				<verse number="5">د وزرو والا مخلوق د وزرو آواز د لرې پورې اورېدلے شو تر بهرنى درباره پورې، هغه داسې ښکارېدو لکه د قادر خُدائ د آواز په شان کله چې هغه خبرې کوى.</verse>
				<verse number="6">کله چې مالِک خُدائ هغه سړى له حُکم وکړو چا چې د کتان جامې اغوستې وې، ”د وزرو والا مخلوق د لاندې لاړ شه او د پايو د مينځ نه اور راواخله،“ هغه سړے لاندې ورغلو او د يوې پايې په خوا کښې ودرېدو.</verse>
				<verse number="7">نو بيا د وزرو والا په مخلوق کښې يو خپل لاس هغه اور ته وراوږد کړو کوم چې د هغوئ په مينځ کښې بلېدلو. هغۀ د هغه اور نه لږ راوچت کړو او د هغه سړى په لاس کښې يې واچولو چې د کتان جامې يې اغوستې وې، نو بيا هغه سړى اور واخستو او بهر لاړو.</verse>
				<verse number="8">نو ما بيا وکتل چې هر يو د څلورو وزرو والا مخلوق د وزرونو لاندې يو څيز ليدل کېدو چې د انسان د لاس په شان ښکارېدو.</verse>
				<verse number="9">ما وکتل چې، د هر يو څلور وزرو والا مخلوق سره په خوا کښې يوه پايه وه، او هغه پايې لکه د ايکوامرين کاڼو په شان ځلېدلې.</verse>
				<verse number="10">څلور واړه پايې يو شان ښکارېدې او يو رنګ جوړې شوې وې، او په هره يوه پايه کښې يوه بله پايه چورلېدله.</verse>
				<verse number="11">د وزرو والا مخلوق په څلورو واړو طرفونو حرکت کولے شو، چې هر اړخ ته به يې مخ وو نو بغېر د تاوېدو نه به تلے شول. هغوئ به بغېر د تاوېدو را تاوېدو نه هغه اړخ ته تلل کوم خوا به يې چې مخ وُو.</verse>
				<verse number="12">د هغوئ ټول بدن، د هغوئ د شاګانو په شمول، د هغوئ لاسونه او د هغوئ وزرونه په مکمل توګه د سترګو نه ډک وُو، لکه څنګه چې د هغوئ څلور پايې وې.</verse>
				<verse number="13">ما واورېدل چې پايو ته يې د ”چورلېدونکو پايو“ نامه ورکړه.</verse>
				<verse number="14">د هر يو وزرو والا مخلوق څلور مخونه وُو، اول مخ لکه د غوائى په شان وو، او دوېم مخ يې د انسان په شان وو، درېم مخ يې لکه د ازمرى په شان وو، او څلورم مخ لکه د باز په شان وو.</verse>
				<verse number="15">نو بيا دا وزرو والا مخلوق مخ په بره اوچت شو. دا هغه ژوندے مخلوق وو کوم چې ما د کبار د سيند په غاړه ليدلے وو.</verse>
				<verse number="16">کله چې به دې مخلوق حرکت کولو نو د هغوئ په خوا کښې پايو به هم ورسره حرکت کولو او کله چې به دې مخلوق خپلې وزرې خورې کړې چې د زمکې نه والوځى، نو پايو د هغوئ خوا نۀ پرېښودله.</verse>
				<verse number="17">هرکله چې به د وزرو والا مخلوق په آرام ودرېدل، نو پايې به هم ورسره ودرېدې، او کله چې به د وزرو والا مخلوق والوتلو نو پايې به هم ورسره والوتلې، ځکه چې د وزرو والا مخلوق روح په هغې کښې وو.</verse>
				<verse number="18">نو بيا د مالِک خُدائ جلال د خُدائ د کور درشل نه لاړو او د وزرو والا مخلوق دپاسه ودرېدو.</verse>
				<verse number="19">نو کله چې ما وکتل نو هغه مخلوق خپل وزرونه خوارۀ کړل او د زمکې نه اوچت شول، نو کله چې دوئ لاړل، هغه پايې د هغوئ سره لاړې. هغوئ د خُدائ د کور په درشل کښې نمرخاتۀ طرف ته ودرېدل، او د بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ جلال د هغوئ د سر دپاسه وو.</verse>
				<verse number="20">دا هغه ژوندے مخلوق وو کوم چې ما د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د تخت د لاندې د کبار د سيند په غاړه ليدلے وو، نو زۀ په دې پوهه شوم چې دا هم هغه شان ژوندے مخلوق دے.</verse>
				<verse number="21">د هر يو څلور مخونه او څلور وزرونه وُو، او داسې يو څيز يې د وزرو لاندې وو چې په ليدلو کښې لکه د انسان د لاسونو په شان ښکارېدو.</verse>
				<verse number="22">د هغوئ مخونه بلکل هم هغه شان ښکارېدل کوم چې ما د کبار د سيند په غاړه ليدلى وُو. هر يو په تلو کښې نېغ تلو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">نو بيا زۀ د خُدائ روح اوچت کړم او د مالِک خُدائ د کور دروازې ته يې راوستلم کومه چې مشرق طرف ته وه. هلته د دروازې په درشل کښې پينځويشت سړى وُو، او ما په هغوئ کښې يازنياه د عزور زوئ او فلطياه د بناياه زوئ، د خلقو مشران وليدل.</verse>
				<verse number="2">هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، دا هغه کسان دى څوک چې بدې منصوبې جوړوى او خلقو ته په ښار کښې د شرارت مشورې ورکوى.</verse>
				<verse number="3">هغوئ وائى چې، آيا دا ښۀ وخت نۀ دے چې کورونه جوړ کړُو؟ دا ښار لکه د اوسپنې د دېګ په شان دے او مونږ په ‎کښې لکه د غوښې په شان محفوظ يُو.</verse>
				<verse number="4">نو په دې وجه اے بنى آدمه، د هغوئ خلاف په اوچت آواز سره پېشګوئې وکړه.“</verse>
				<verse number="5">نو بيا د مالِک خُدائ روح په ما نازل شو او هغۀ ما ته وفرمائيل چې داسې ووايه، ”مالِک خُدائ فرمائى، اے د بنى اِسرائيلو قومه، ستاسو په سوچونو کښې چې څۀ دى زۀ په هغې پوهېږم.</verse>
				<verse number="6">تاسو په دې ښار کښې ډېر خلق وژلى دى او د دې لارې کوڅې مو په مړو ډکې کړې دى.</verse>
				<verse number="7">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تاسو چې د مړو کوم لاشونه په دې ښار کښې وغورزول هغوئ هم هغه غوښه ده چې په دې دېګ کښې محفوظه ده، خو زۀ به تاسو د دې نه وباسم.</verse>
				<verse number="8">تاسو د تُورې نه يرېږئ، او هم دا تُوره به زۀ په تاسو باندې ستاسو خلاف نازله کړم، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.</verse>
				<verse number="9">زۀ به تاسو د ښار نه وشړم او پردو خلقو ته به مو حواله کړم او تاسو له به سزا درکړم.</verse>
				<verse number="10">تاسو به په تُوره باندې ووژلے شئ، او زۀ به د اِسرائيل په مُلک کښې دننه په تاسو خپله فېصله واوروم. نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="11">دا ښار به ستاسو دپاره يو د اوسپنې دېګ نۀ وى، او نۀ به تاسو په دې کښې د غوښې په شان يئ، زۀ به د اِسرائيل په مُلک کښې دننه تاسو له سزا درکړم.</verse>
				<verse number="12">نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم، نۀ تاسو زما د شريعت پيروى وکړه او نۀ مو زما په اصُولو او شريعت عمل وکړو خو د دې په ځائ د خوا او شا مُلکونو رِواجونو پسې لاړئ.“</verse>
				<verse number="13">نو کله چې ما پېشګوئې کوله نو فلطياه د بناياه زوئ ناګهانه مړ شو. نو بيا زۀ پړمخې پرېوتلم او په زوره مې چغې کړې، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، ولې تاسو په اِسرائيل کښې په پوره توګه ژوندى پاتې شوى خلق تباه کوئ؟“</verse>
				<verse number="14">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="15">”اے بنى آدمه، کوم خلق چې تر اوسه په يروشلم کښې پاتې شوى دى ستا او ستا د خپلوانو او د اِسرائيل قوم په حقله چې په جلاوطنۍ کښې دى ورپسې خبرې کوى. هغوئ دا وائى چې څوک چې جلاوطن شوى دى نو هغوئ د مالِک خُدائ نه لرې شوى دى، ځکه اوس هغۀ د هغوئ زمکه مونږ له په ميراث کښې راکړې ده.</verse>
				<verse number="16">نو په دې وجه ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ څۀ هم چې ما هغوئ نورو لرې قومونو ته ولېږل او په نورو مُلکونو کښې مې تس نس کړل، خو اوس د لږ وخت دپاره زۀ د هغوئ دپاره په هغه مُلکونو کښې مقدس پناه ګاه يم کومو ته چې تللى دى.</verse>
				<verse number="17">نو بيا داسې ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به تاسو د ټولو مُلکونو نه راغوڼد کړم او د هغه مُلکونو نه به تاسو واپس راولم کومو ته چې ما خوارۀ کړى وئ او زۀ به بيا تاسو له د اِسرائيل مُلک درکړم.</verse>
				<verse number="18">کله چې دوئ دې ته واپس راشى نو د دې نه به هغه ټول بُتان او حرام تصويرونه لرې کړى.</verse>
				<verse number="19">زۀ به هغوئ ته يو زړۀ ورکړم او نوے روح به په کښې واچوم، زۀ به د هغوئ نه د کاڼى په شان سخت زړونه اخوا کړم او نرم زړونه به ورکړم.</verse>
				<verse number="20">نو بيا به هغوئ زما د اصُولو پيروى کوى او په احتياط سره به زما په شريعت عمل کوى. نو بيا به هغوئ زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="21">خو د هغه چا چې زړونه پليتو تصويرونو او حرام کاره معبودانو ته وقف شوى وى، زۀ به د هغوئ په سر هغه څۀ راولم کوم چې دوئ کړى دى. دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.“</verse>
				<verse number="22">نو بيا د وزرو والا مخلوق، چې په خوا کښې يې پايې وې خپل وزرونه خوارۀ کړل، او د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د هغوئ دپاسه وو.</verse>
				<verse number="23">نو د مالِک خُدائ جلال د ښار نه روان شو او د دې نمرخاتۀ طرف ته په غر ودرېدو.</verse>
				<verse number="24">نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ په رويا کښې اوچت کړم او واپس يې په بابل کښې جلاوطنو ته بوتلم. بيا کومه رويا چې ما ليدلې وه ما نه بره لاړه،</verse>
				<verse number="25">او ما هغه جلاوطنو خلقو ته هر هغه څۀ ووئيل چې مالِک خُدائ ما ته ښودلى وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، تۀ د سرکشه قوم په مينځ کښې اوسېږې. هغوئ د کتلو دپاره سترګې لرى خو نۀ وينى او د اورېدو دپاره غوږونه لرى خو اورى نه، ځکه چې هغوئ سرکشه خلق دى.</verse>
				<verse number="3">نو په دې وجه اے بنى آدمه، خپل سامان داسې راغونډ کړه لکه چې تۀ په جلاوطنۍ روان يې. د ورځې په رڼا کښې د هغوئ په وړاندې روان شه او بل ځائ ته لاړ شه. شايد چې هغوئ په دې پوهه شى چې هغوئ به هم يوه ورځ جلاوطن شى، اګر چې هغوئ سرکشه قوم دے.</verse>
				<verse number="4">د ورځې په رڼا کښې د هغوئ په وړاندې خپل مال حال داسې راوباسه لکه چې د جلاوطنۍ دپاره دې راغونډ کړے وى. بيا په ماښام کښې د هغوئ په وړاندې داسې روان شه لکه چې څوک جلاوطن کړے شوے وى.</verse>
				<verse number="5">د هغوئ په وړاندې دېوال سورے کړه او خپل مال حال په هغه سورى کښې بهر کړه.</verse>
				<verse number="6">د هغوئ په وړاندې خپل مال حال اوږو ته اوچت کړه او هغه په تيارۀ کښې بهر يوسه. خپل مخ داسې پټ کړه چې وطن درته نۀ ښکارى، ما ځکه په تا دا هر څۀ وکړل چې تا د بنى اِسرائيلو قوم دپاره يو خبردارے کړم.“</verse>
				<verse number="7">نو څنګه چې ما ته حکم شوے وو هم هغه شان ما وکړل. په ورځ کښې ما خپل سامان تړلے لکه د جلاوطنۍ دپاره راوويستلو. نو په ماښام کښې ما په خپلو لاسونو په دېوال کښې سورے وکړو. ما خپل سامان په توره تيارۀ کښې بهر کړو، په خپلو اوږو مې د هغوئ د سترګو د وړاندې اوچت کړو.</verse>
				<verse number="8">نو په سحر کښې د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="9">”اے بنى آدمه، ولې د بنى اِسرائيلو دې سرکشه قوم ستا نه تپوس ونۀ کړو چې، تۀ څۀ کوې؟</verse>
				<verse number="10">نو هغوئ ته ووايه چې، زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمايم چې دا پېغام د يروشلم د شهزاده او د هغه ټولو خلقو دپاره دے څوک چې په کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="11">هغوئ ته ووايه چې، زۀ ستاسو دپاره نمونه يم. څنګه عمل چې ما وکړو نو هم هغه شان به د يروشلم د خلقو سره وشى، هغوئ به جلاوطن او قېديان کړے شى.</verse>
				<verse number="12">د هغوئ په مينځ کښې شهزاده به هم په تيارۀ کښې خپل سامان په خپله اوږه اوچت کړى او لاړ به شى، او هغه به دېوال سورے کړى چې په هغې ووځى. هغه به خپل مخ پټ کړى چې هغه وطن ورته نۀ ښکارى د کوم نه چې هغه روان دے.</verse>
				<verse number="13">نو زۀ به خپل جال هغۀ ته خور کړم، او هغه به زما په جال کښې راګېر شى، زۀ به هغه بابل ته د کلدانيانو مُلک ته راولم، خو هغه به يې ونۀ وينى، او هلته به هغه مړ شى.</verse>
				<verse number="14">زۀ به د هغۀ نه ګېرچاپېره د هغۀ ټول نوکران او فوجيان خوارۀ وارۀ کړم او هغوئ پسې به تُوره راوکاږم.</verse>
				<verse number="15">نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ دوئ په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ وارۀ کړم.</verse>
				<verse number="16">خو زۀ به د هغوئ نه څۀ کسان د تُورې، قحط او د وبا د مرګ نه بچ کړم، نو چې کومو قومونو ته دوئ ځى نو دوئ به د خپلو ټولو بدو اعمالو اقرار وکړى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
				<verse number="17">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="18">”اے بنى آدمه، کله چې خوراک کوې نو ريږده، او کله چې اوبۀ څښې نو د يرې نه لړزېږه.</verse>
				<verse number="19">خلقو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى د هغه خلقو په حقله څوک چې په يروشلم کښې او د اِسرائيل په مُلک کښې اوسيږى، هغوئ به خپل خوراک په رېږدېدو سره کوى او اوبۀ به په مايوسۍ سره څښى، ځکه چې د دوئ د زمکې نه به هر څۀ چې په کښې دى لوټ شى د هغوئ ټولو د قتل و غارت زياتى په وجه څوک چې په کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="20">د خلقو آباد ښارونه به برباد او زمکې به ويجاړې شى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
				<verse number="21">د مالِک خُدائ کلام په ما بيا نازل شو،</verse>
				<verse number="22">”اے بنى آدمه، دا کوم متل دے چې تاسو يې د بنى اِسرائيلو په زمکه باندې کوئ يعنې، ورځې روانې دى او هره يوه پېشګوئې نۀ پوره کيږى؟</verse>
				<verse number="23">هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ دا متل ختموم، او دوئ به هيڅکله بيا په اِسرائيل کښې دا ونۀ وائى. هغوئ ته ووايه، هغه ورځې رانزدې دى چې هره يوه پېشګوئې به پوره شى.</verse>
				<verse number="24">ځکه چې په اِسرائيل کښې به نور نۀ د دروغو روياګانې او نۀ به د چاپلوسۍ پال ليدلے شى.</verse>
				<verse number="25">ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ چې څۀ ووايم هغه به پوره شى، او هغه به نور ايسار نۀ شى، اے سرکشه بنى اِسرائيله، بې‌شکه زۀ به ستاسو په ژوند کښې خپله خبره وکړم او هغه به پوره هم کړم. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې وفرمائيل.“</verse>
				<verse number="26">نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="27">”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو خلق داسې وائى چې، حزقى‌ايل د ډېر لرې وخت په حقله خبرې کوى. د هغۀ رويا به ډېر وخت اخلى او زر به پوره نۀ شى.</verse>
				<verse number="28">نو په دې وجه تۀ هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، نور وخت به نۀ لګى، زۀ به اوس هغه هر څۀ پوره کړم کوم چې ما وفرمائيل. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، د اِسرائيلو د هغه دروغژنو نبيانو خلاف پېشګوئې وکړه څوک چې اوس پېشګوئې کوى. نو هغوئ ته دا ووايه څوک چې د خپلو خيالونو د پېشګويۍ دعوىٰ کوى او داسې وائى چې تاسو د مالِک خُدائ کلام واورئ.</verse>
				<verse number="3">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى په هغه کم عقلو نبيانو باندې چا چې څۀ کتلى نۀ وى او د خپل تصور په ټال کښې ځانګى.</verse>
				<verse number="4">اے بنى اِسرائيلو، ستاسو نبيان داسې دى لکه چې ګيدړان په کنډراتو کښې ګرځى.</verse>
				<verse number="5">تاسو د دېوال چاؤدونو ته ورنۀ غلئ او نۀ مو د دې مرمت وکړو چې د بنى اِسرائيلو قوم د مالِک خُدائ په ورځ په جنګ کښې قائم پاتې شى.</verse>
				<verse number="6">د هغوئ روياګانې دوکه ده او د هغوئ پالونه نيول دروغ دى. هغوئ وائى چې، مالِک خُدائ دا فرمائى، خو په حقيقت کښې مالِک خُدائ دوئ نۀ دى رالېږلى، بيا هم هغوئ په دې اُميد دى چې د هغوئ خبرې به پوره شى.</verse>
				<verse number="7">آيا تاسو د دروغو روياګانې ليدلې نۀ دى او غلط پال مو نيولے نۀ دے او بيا هم وايئ چې، دا د مالِک خُدائ فرمان دے، حالانکه ما څۀ نۀ وى فرمائيلى؟</verse>
				<verse number="8">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ستاسو د دروغژنو خبرو او روياګانو په وجه، زۀ ستاسو خلاف يم.</verse>
				<verse number="9">زما لاس به د هغه نبيانو په خلاف وى څوک چې د دروغو روياګانې ګورى او د دروغو پالونه نيسى. هغوئ به زما د خلقو په ټولګى کښې شريک نۀ شى او نۀ به د بنى اِسرائيلو د قوم په فهرستونو کښې درج شى، او نۀ به هغوئ د اِسرائيل په مُلک کښې داخل شى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې هغوئ زما خلق ګمراهۍ خوا ته بوتلل، او وائى چې امن دے خو په حقيقت کښې امن نۀ وى. دا د هغه چا په شان دے لکه څوک چې کچه دېوال ووهى او بيا هغه نبيان ورته چونه ورکړى.</verse>
				<verse number="11">نو په دې وجه هغه نبيانو ته ووايه څوک چې دا دېوالونه چونه کوى چې دا به راغورزيږى. زۀ به تېز باران او غټه ږلۍ راولېږم، او تېز باد به په دې رانازل کړم.</verse>
				<verse number="12">کله چې دېوال راوغورزيږى، ولې خلق به ستاسو نه دا تپوس ونۀ کړى چې هغه سپينه چونه څۀ شوه چې تاسو دېوال ته ورکړې وه؟</verse>
				<verse number="13">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، په خپل قهر سره به زۀ يو وحشتناک طوفان راولېږم، او په خپل قهر سره به ږلۍ او د باران طوفان راولېږم.</verse>
				<verse number="14">زۀ به هغه دېوال راوغورزوم کوم چې تاسو چونه کړے دے او هغه به زۀ د زمکې سره هوار کړم او د هغۀ بنياد به څرګند کړم. کله چې هغه راغورزيږى نو تاسو به هم په کښې تباه شئ، نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="15">نو زۀ به خپل غضب په دېوال او په هغوئ سوړ کړم چا چې دېوال چونه کړے وو. نو زۀ به تاسو ته وايم چې، دېوال او هغه کسان دواړه فنا شو چا چې چونه کړے وو.</verse>
				<verse number="16">د اِسرائيل نبيانو ته چا چې د يروشلم په حقله پېشګوئې وکړه او د هغې په حقله يې د امن روياګانې ليدلې حال دا چې په رښتيا به امن نۀ وو، ما، مالِک خُدائ وفرمائيل.“</verse>
				<verse number="17">”اوس اے بنى آدمه، خپل مخ دې د دې ښځو په خلاف راواړوه څوک چې د خپلې خېټې نه نبوت کوى. د هغوئ خلاف نبوت وکړه.</verse>
				<verse number="18">او هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى په هغه ښځو څوک چې په خپلو لاسونو سره د جادو او کوډو تعويذونه ګنډى او په خپل مړوند کښې يې راځوړندوى او د کوډو څادر جوړوى او چې خلق په خپل جال کښې ګرفتار کړى. آيا تاسو به زما د خلقو دپاره جال خور کړئ او خپل ژوند به بچ کړئ څۀ؟</verse>
				<verse number="19">تاسو زما د خلقو په مينځ کښې د لږو اوربشو او د يو څو ټوکړو روټۍ دپاره زما بې‌حرمتى وکړه. تاسو زما غوره شوى خلقو ته دروغ ووئيل او هغوئ هم په تاسو باور وکړو او دغه شان تاسو هغوئ ووژل څوک چې د وژولو نۀ وو او هغوئ مو ژوندى پرېښودل څوک چې د ژوندى پرېښودلو نۀ وو.</verse>
				<verse number="20">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ ستاسو د جادو منتر خلاف يم په کومو چې تاسو خلق لکه د مرغۍ راګېروئ او هغه به زۀ ستاسو د مټو نه خلاص کړم، او زۀ به هغه خلق آزاد کړم کوم چې تاسو لکه د مرغۍ په شان راګېر کړى دى.</verse>
				<verse number="21">زۀ به ستاسو د جادو نقابونه وشلوم او خپلو خلقو له به ستاسو د لاسه خلاصون ورکړم، او هغوئ به نور ستاسو د جادو په اثر کښې نۀ راځى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="22">تاسو د خپلو دروغو په وجه صادقان بې‌زړۀ کړل اګر چې ما هغوئ ته هيڅ قسم تکليف نۀ دے ورکړے، او تاسو ګناهګارانو ته ډاډ ورکوئ چې د خپلو بدو لارو نه راونۀ ګرځى او د هغوئ ژوند بچ نۀ شى،</verse>
				<verse number="23">نو په دې وجه تاسو به نور نۀ د دروغو رويا وګورئ او نۀ به فالګرى وکړئ. زۀ به خپل خلق ستاسو د لاسه بچ کړم. او بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">نو بيا د اِسرائيل ځينې مشران ما له راغلل او زما په وړاندې کښېناستل.</verse>
				<verse number="2">نو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="3">”اے بنى آدمه، دې مشرانو په خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے دے او هغوئ هغه د خپل ځان په وړاندې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے دے. نو بيا ولې زۀ دوئ ته غوږ ونيسم څۀ؟</verse>
				<verse number="4">نو په دې وجه هغوئ سره خبره وکړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې کله چې يو بنى اِسرائيلى خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى ته د مشورې دپاره ورشى، نو بيا به زۀ مالِک خُدائ هغۀ له په خپله داسې جواب ورکړم چې د هغوئ د ډيرې بُت پرستۍ لائق وى.</verse>
				<verse number="5">زۀ به دا د دې دپاره وکړم چې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په زړونو دوباره قبضه وکړم، ټولو چا چې زۀ د خپلو بُتانو په وجه پرېښودے يم.</verse>
				<verse number="6">نو په دې وجه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، توبه وکړئ، او د خپلو بُتانو نه راوګرځئ او د خپلو ټولو حرامو کارونو نه منع شئ.</verse>
				<verse number="7">هرکله کۀ يو بنى اِسرائيلے او يا غېر مُلکى په اِسرائيل کښې اوسيږى او خپل ځان يې زما نه جدا کړے وى او بُتانو له يې په خپل زړۀ کښې ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى له د مشورې دپاره ورشى او زما په حقله ترې تپوس وکړى، نو زۀ مالِک خُدائ به په خپله هغوئ له جواب ورکړم.</verse>
				<verse number="8">زۀ به د داسې کس مخالفت کوم او نورو خلقو ته به يې د خندا مثال جوړ کړم. او زۀ به هغه د خپل قوميت نه وباسم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="9">او کۀ هغه نبى په پېشګويۍ ورکولو کښې دوکه شى او دروغ ووائى نو ما مالِک خُدائ هغه نبى له دوکه ورکړه، او زۀ به خپل لاس د هغۀ خلاف وراوږد کړم او هغه به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو نه نيست و نابود کړم.</verse>
				<verse number="10">هغوئ دواړو ته به د خپلې ګناه سزا مِلاو شى، پېغمبر ته او هم هغه چا ته چې پېغمبر ته د هدايت حاصلولو دپاره راځى.</verse>
				<verse number="11">نو بيا به د بنى اِسرائيلو خلق زما نه نور نۀ بې‌لارې کيږى، او نۀ به هغوئ نور خپل ځانونه په ډېرو ګناهونو کولو باندې پليتوى. هغوئ به زما خلق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“</verse>
				<verse number="12">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="13">”اے بنى آدمه، کۀ چرې يو مُلک زما خلاف ګناه او بې‌وفائى وکړى او زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف اوچت کړم او د هغوئ رزق بند کړم او په هغوئ باندې قحط نازل کړم او د هغه مُلک سړى او ځناور مړۀ کړم،</verse>
				<verse number="14">کۀ چرې نوح، دانيال، او ايُوب درې واړه هم هلته اوسېدل، نو هغوئ به په خپل صداقت صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="15">او يا کۀ چرې زۀ هغه مُلک ته ځنګلى ځناور ورولېږم چې د هغې خلق ووژنى او مُلک بلکل وران ويجاړ کړى، نو بيا به د هغه ځناورو په وجه هيڅ څوک هم د هغه مُلک نه نۀ شى تېرېدلے،</verse>
				<verse number="16">زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې دا درې واړه کسان هم هلته اوسېدل نو هغوئ به خپل زامن او لوڼه هم نۀ شُو بچ کولے. يواځې هغوئ به بچ شى خو ټول مُلک به وران ويجاړ شى.</verse>
				<verse number="17">او کۀ چرې زۀ په هغه مُلک جنګ راولم، او ووايم چې پرېږده چې تُوره د ټول مُلک نه تېره شى او زۀ په کښې انسانان او د دوئ ځناور مړۀ کړم،</verse>
				<verse number="18">زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې دا درې واړه کسان په دې کښې اوسېدل، بيا هم دوئ خپل زامن او لوڼه نۀ شُو بچ کولے. خو صرف دوئ به بچ شوى وُو.</verse>
				<verse number="19">او يا فرض کړئ کۀ چرې زۀ په دغه مُلک وبا رانازله کړم او خپل غضب پرې د وينې توېدو په ذريعه نازل کړم چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى،</verse>
				<verse number="20">زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، کۀ چرې نوح، دانيال او ايُوب هم په دې کښې اوسېدل، هغوئ خپل زامن او لوڼه نۀ شول بچ کولے. بلکې هغوئ به په خپل صداقت سره صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو.</verse>
				<verse number="21">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، دا به د يروشلم دپاره څومره خراب وخت وى کله چې زۀ خپل دا څلور سخت يروونکى عذابونه د هغوئ خلاف ورولېږم، جنګ او قحط او وحشى ځناور او وباګانې چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى.</verse>
				<verse number="22">خو بيا هم به څۀ کسان ژوندى پاتې شى خو هغوئ به تاسو سره په جلاوطنۍ کښې يوځائ شى. کله چې تاسو په خپله د هغوئ بد عملونه وګورئ، نو بيا به تاسو په خپله ووايئ چې کوم افتونه ما په يروشلم نازل کړى وُو هغه ضرورى وُو.</verse>
				<verse number="23">تاسو به په خپله مطمئن شئ کله چې تاسو د هغوئ چال چلن او د هغوئ کردار وګورئ، نو تاسو به په دې پوهه شئ چې ما بې د کومې وجې په هغوئ باندې تکليف او افت نۀ دے نازل کړے. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، د انګور د بوټى څانګه د ځنګل د نورو ونو څانګو نه په کوم لحاظ سره ښۀ ده؟</verse>
				<verse number="3">آيا د دې لرګے د کوم شى د جوړولو دپاره استعمالولے شى؟ ولې هغوئ د دې نه موږى جوړوى چې څيزونه پرې راځوړند کړى؟</verse>
				<verse number="4">او کله چې هغه په اور کښې د سوزولو دپاره وغورزولے شى او اور د دې دواړه سرونه وسوزوى او مينځ يې په سکرو بدل شى، آيا دا بيا د څۀ شى دپاره په کار راځى؟</verse>
				<verse number="5">د سوزېدو نه مخکښې چې دا د هيڅ کار نۀ وو، نو بيا به دا څومره بې‌کاره وى کله چې دا په اور کښې وسوزيږى او سکارۀ شى؟</verse>
				<verse number="6">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، لکه څنګه چې ما د انګور بوټى د ځنګل په بوټو کښې ورکړو چې د خشاک دپاره استعمال شى نو هم دغه شان سلوک به زۀ د هغوئ سره وکړم څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="7">زۀ به خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، اګر کۀ هغوئ د اور نه بهر راوتل خو اور به بيا هم هغوئ وسوزوى. نو کله چې زۀ خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="8">زۀ به هغه زمکه ورانه ويجاړه کړم ځکه چې هغوئ زما سره بې‌وفائى کړې ده، دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">نو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، يروشلم د خپل حرام کار په حقله خبر کړه.</verse>
				<verse number="3">او ورته ووايه، مالِک خُدائ يروشلم ته داسې فرمائى، ستاسو نسل او پېدايښت د کنعان د مُلک دے، ستاسو پلار امورى وو او ستاسو مور حِتى وه.</verse>
				<verse number="4">په هغه ورځ کله چې تۀ پېدا شوې، نو هيچا ستا نوم پرې نۀ کړو او نۀ چا په اوبو ولمبولې چې پاک دې کړى، او نۀ په تا چا مالګه ومږله او نۀ تۀ چا په اورڼى کښې ونغښتې.</verse>
				<verse number="5">نو چا هم تا ته د رحم په سترګه ونۀ کتل او په تا باندې چا زړۀ هم ونۀ سوزولو چې دا کارونه درته وکړى. ستا د پېدا کېدو د ورځې نه هغوئ تا نه نفرت کولو او تۀ يې په يو مېدان کښې وروغورزولې.</verse>
				<verse number="6">نو زۀ په دغه ځائ تېر شوم او ومې ليدلې چې په خپلو وينو کښې دې لتې وهلې، نو کله چې تۀ په وينو کښې ککړ پروت وې نو ما درته وفرمائيل چې ژوندۍ اوسه.</verse>
				<verse number="7">ما تۀ لکه د بوټى په شان لويه کړې. تۀ لويه شوې او لوړه دنګه شوې او يوه پېغله درنه جوړه شوه، ستا سينې راوشوې، او ستا د سر وېښتۀ رالوئ شُو خو تۀ لا تر اوسه بربنډه او لغړه وې.</verse>
				<verse number="8">لږ وروستو زۀ په تا تېرېدم، نو کله چې ما تا ته وکتل نو ومې ليدلې چې تۀ د مينې کولو قابله شوې، ما د خپلو جامو يو حِصه په تا وغوړوله او ستا شرم مې پټ کړو. ما قسم وخوړلو او تا سره مې لوظ وکړو، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل، او تۀ زما شوې.</verse>
				<verse number="9">تۀ ما په اوبو ولمبولې او ستا نه مې وينه صفا کړه او ستا په بدن مې تېل ولګول.</verse>
				<verse number="10">ما تا ته د ګُلکارۍ جامې درواغوستلې او د څرمنې پېزار مې درته په پښو کړو. ما درته ښکلې د کتان او د رېښمو قيمتى جامې درواغوستلې.</verse>
				<verse number="11">ما تۀ په کالو سنګار کړې، ما ستا په لاس کښې بنګړى او په غاړه کښې مې درته اميل واچولو.</verse>
				<verse number="12">او ما په پوزه کښې درته نتکۍ او په غوږونو کښې مې والۍ درته واچولې او ښائسته تاج مې در په سر کړو.</verse>
				<verse number="13">نو تۀ په سپينو او سرو زرو سنګار شوې، تا د قيمتى کتان او ګُلکارۍ جامې واغوستې. ستا خوراک ښۀ اوړۀ، شات او د زيتُونو تېل وُو. تۀ ډېره ښکلې شوې او ستا نه مَلِکه جوړه شوه.</verse>
				<verse number="14">او ستا د ښُکلا مشهورتيا په نورو قومونو کښې ډنډوره شوه، ستا ښائست کامِل وو ځکه چې ما د خپل شان او شوکت نه تا له دا درکړى وُو، قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="15">خو تا په خپله ښُکلا او شُهرت باندې بهروسه وکړه او خپل شُهرت دې د کنجرتوب دپاره استعمال کړو. ستا د کنجرتوب نه څوک هم په لار بچ نۀ شُو او خپل حسن دې باد کړو.</verse>
				<verse number="16">تا خپلې جامې واخستې او په خپلو جامو دې زيارت رنګينه کړو، هلته دې کنجرتوب شروع کړو. نۀ داسې کارونه مخکښې شوى وُو او نۀ به وروستو وشى.</verse>
				<verse number="17">تا خپل ځان سره قيمتى کالى هم واخستل کوم چې ما تا له درکړى وُو، کوم چې ما د سرو او سپينو زرو نه جوړ کړى وُو، او تا د هغوئ نه ځانله نارينه بُتان جوړ کړل او د هغوئ سره په زنا کولو مصروفه شوې.</verse>
				<verse number="18">او تا په هغوئ باندې خپلې د کار جامې وغوړولې او تا هغوئ ته زما د تېلو او خوشبويۍ نذرانې پېش کړې.</verse>
				<verse number="19">کوم خوراک چې ما تاسو ته د خوړلو دپاره درکړے وو، لکه ښۀ اوړۀ، د زيتُونو تېل او شات ما تاسو ته د خوړلو دپاره درکړل، خو تاسو هغه بُتانو ته د خوشبويۍ د نذرانو په شکل وړاندې کړل. دا د مالِک قادر مطلق خُدائ وينا ده.</verse>
				<verse number="20">او تاسو خپل زامن او لوڼه بوتلل کوم چې تاسو زما دپاره پېدا کړى وُو او هغوئ مو د خوراک په توګه بُتانو ته قربانى کړل. ولې ستا خپله زناکارى کافى نۀ وه څۀ؟</verse>
				<verse number="21">تا زما بچى حلال کړل او بُتانو ته دې قربانى کړل.</verse>
				<verse number="22">ستا په ټولو حرامو کارونو او ستا په زناکارۍ کښې تا ته خپل د ځوانۍ عمر ياد نۀ وو، کله چې تۀ بربنډه او لغړه وې او په خپلو وينو کښې دې لتې وهلې.“</verse>
				<verse number="23">”افسوس، افسوس دې وى په تاسو، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. د دې باوجود ستاسو د خپلو نورو ټولو شرارتونو سره،</verse>
				<verse number="24">تا په هر يو چوک کښې د ځان دپاره زيارتونه او بُت‌خانې جوړې کړې.</verse>
				<verse number="25">تا د سړک په هر يو ګوټ کښې بُت‌خانې جوړې کړې او خپله بې‌حرمتى دې وکړه او په لاره هر يو تېرېدونکى ته دې پښې ورتېرې کړې او هغوئ سره دې کنجرتوب وکړو.</verse>
				<verse number="26">تۀ د خپلو شهوت پرستو ګاونډيانو مِصريانو سره په زناکارۍ کښې آخته شوې، او تا د ډيرې زنا کولو په وجه زما قهر او غضب راوپارولو.</verse>
				<verse number="27">نو بيا ما خپل لاس ستا خلاف دراوږد کړو او ستا ملکيت مې کم کړو، او ما تۀ خپلو حرصناکو دشمنانو ته حواله کړې، يعنې د فلستيه لوڼو ته چا ته چې ستا د بې‌حيا کارونو نه حيا ورتله.</verse>
				<verse number="28">تۀ د اسوريانو سره هم په زناکارۍ کښې مصروفه شوې، ځکه چې ستا شوق نۀ پوره کېدو، بلکې د دې نه وروستو هم تۀ يخه نۀ شوې.</verse>
				<verse number="29">نو بيا تا خپله زناکارى د بابليانو مُلک پورې اوږده کړه، چې د سوداګرو مُلک دے، خو هغوئ هم ستا شوق پوره نۀ کړو.</verse>
				<verse number="30">مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې تۀ د زړۀ نه څومره مجبوره يې چې تا لکه د بې‌حيا کنجرې په شان کارونه وکړل.</verse>
				<verse number="31">کله چې تا خپلې بُت‌خانې د کوڅې په هر ګوټ کښې جوړې کړې او په هر چوک کښې دې د خپل ځان دپاره زيارتونه جوړ کړل، تۀ د عام کنجرې په شان نۀ وې ځکه چې تا پېسې اخستل بد ګڼل.</verse>
				<verse number="32">تۀ هغه زناکاره ښځه يې چې د خپل خاوند په ځائ پردو سړو سره بدکارى کوې.</verse>
				<verse number="33">هره يوه کنجره پېسې اخلى، خو تۀ خپلو عاشقانو له تحفې ورکوې، هغوئ له خرچه ورکوې چې تا له د هرې خوا نه د ناروا کارونو دپاره راشى.</verse>
				<verse number="34">نو تۀ په خپلې زناکارۍ کښې د نورو نه بدله يې. ستا د شوق دپاره هيڅ څوک تا پسې نۀ ګرځى. تۀ بلکل د نورو نه بدله يې، ځکه چې تۀ خرچه ورکوې خو تۀ په خپله څۀ نۀ اخلې.</verse>
				<verse number="35">نو بيا تۀ اے زناکارې، د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه.</verse>
				<verse number="36">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ځکه چې تا خپل مال دولت په خپلو عاشقانو خرچ کړو او خپله حيا دې د بدکارۍ په وخت کښې څرګنده کړه، ستا د ټولو خرابو بُتانو په وجه، ځکه چې تا هغوئ ته د خپلو بچو وينه پېش کړه،</verse>
				<verse number="37">نو په دې وجه به زۀ ستا ټول عاشقان يو ځائ ته راغوڼد کړم، د چا نه چې تا خوندونه اخستل، د چا سره چې تا مينه کوله او هغوئ د چا نه چې تا نفرت کولو. زۀ به ستا ټول دشمنان د هر ځائ نه راغونډ کړم او د هغوئ په وړاندې به دې بربنډه کړم تر هغې چې هغوئ ټول تا په مکمل توګه لغړه وګورى.</verse>
				<verse number="38">زۀ به تا ته د هغه ښځو سزا درکړم چا چې زنا کړې ده او چا چې وينه تويه کړې ده، زۀ به تا نه په خپل غېرت او قهر او غضب کښې د قتل کولو بدله واخلم.</verse>
				<verse number="39">نو بيا به زۀ تا خپلو عاشقانو ته حواله کړم، او هغوئ به ستا بُت‌خانې ورانې کړى او ستا زيارتونه به تباه کړى. او هغوئ به ستا نه جامې او قيمتى کالى کوز کړى او بربنډه او لغړه به دې پرېږدى.</verse>
				<verse number="40">هغوئ به ستا خلاف جلوس راوکاږى څوک چې به تا سنګسار کړى او تا به په خپلو تُورو سره ټوټه ټوټه کړى.</verse>
				<verse number="41">هغوئ به ستا کورونه وسوزوى او د ډېرو ښځو په وړاندې به تا له سزا درکړى. زۀ به ستا کنجرتوب بند کړم. او تۀ به نور خپلو عاشقانو له پېسې نۀ ورکوې.</verse>
				<verse number="42">نو بيا به زما غصه سړه شى او زما د غېرت قهر به سوړ شى، او زۀ به په آرام شم او نور به تا ته نۀ غصه کېږم.</verse>
				<verse number="43">ځکه چې تا ته د خپلې ځوانۍ ورځې يادې نۀ دى خو زۀ تا په دې څيزونو سره غصه کړم. تا چې کوم بد عملونه کړى دى زۀ به د هغې ټولو بدله ستا نه واخلم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. ته د خپلې ټولې حرام کارۍ سره په شهوت پرستۍ کښې د حد نه تېره شوې.“</verse>
				<verse number="44">”هر څوک چې متلونه وائى نو دا متل به ستا په حقله وائى چې، څنګه يې مور وى هغسې يې لور وى.</verse>
				<verse number="45">تۀ د خپلې مور رښتينې لور يې، چا چې د خپل خاوند نه او د خپلو ماشومانو نه نفرت وکړو، او تۀ د خپلې خور رښتينې خور يې، چا چې د خپلو خاوندانو او ماشومانو نه کرکه کوله، ستا مور حِتى وه او ستا پلار امورى وو.</verse>
				<verse number="46">ستا مشره خور سامريه وه، څوک چې ستا شمال خوا ته خپلو لوريانو سره اوسيږى، او ستا کشره خور څوک چې په جنوب کښې د خپلو لوريانو سره اوسيږى، هغه سدوم دے.</verse>
				<verse number="47">دا نۀ چې تۀ صرف د هغوئ په نقش قدم باندې روانه يې او د هغوئ د حرامو کارونو پيروى دې وکړه بلکې په خپلو ټولو کردارونو کښې تۀ ډېره زر د هغوئ نه بدتره شوې.</verse>
				<verse number="48">مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، تر دې چې ستا خور سدوم او د هغې لوريانو کله هم داسې بد کارونه نۀ وُو کړى کوم چې تا او ستا لوريانو وکړل.</verse>
				<verse number="49">نو د ستا د خور سدوم ګناه وه چې، هغې او د هغې لوڼو کبر کولو، او هغوئ خېټه ورې وې او د آرام ژوند يې تېرولو، خو د غريبو او ضرورتمندو سره يې امداد نۀ کولو.</verse>
				<verse number="50">هغوئ کبرژن وُو او حرام کارونه يې زما په وړاندې وکړل. نو په دې وجه ما هغوئ لرې کړل لکه څنګه چې تاسو وليدل.</verse>
				<verse number="51">سامريې ستا د ګناه په نيمه حِصه هم ګناه نۀ ده کړې، تا د هغوئ نه ډېر زيات حرام کارونه کړى دى، او کوم حرام کارونه چې تا کړى دى تا خپلې خوېندې د هغوئ په نسبت وبخښلې.</verse>
				<verse number="52">نو تۀ اوس په شرم وشرمېږه، ستا ګناهونه دومره خراب دى چې تا خپلې خوېندې وبخښلې او هغه دې صادقه وګرځولې.“</verse>
				<verse number="53">”خو زۀ به د سدوم او د هغې د لوريانو ژوندون دوباره بحال کړم او د سامريه او د هغې د لوريانو ژوندون به هم بحال کړم او ستا حالت به هم ورسره ښۀ کړم.</verse>
				<verse number="54">نو تۀ به په خپل شرم رسوا شې او په خپلو کړو به وشرميږې. سدوم او سامريه به خوشحاله شى چې هغوئ ستا په شان ګناهګار نۀ دى.</verse>
				<verse number="55">او ستا خوېندې، سدوم او د هغې لوڼه او سامريه او د هغې لوڼه، او تۀ او ستا لوڼه، به بيا دوباره په هغه حالت شئ لکه څنګه چې ټول د اول نه وئ.</verse>
				<verse number="56">د خپلې مغرورتيا په ورځو کښې تا خپلې خور سدوم پورې خندا کوله.</verse>
				<verse number="57">خو اوس ستا بدعملونه ټولې دُنيا ته څرګند شول. اوس تۀ په خپله په شرمونو کښې پټه شوې او ادوم او د هغوئ ګاونډيان او فلستيان ستا نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="58">تۀ به د خپلې عياشۍ او حرام کارونو سزا وزغمې، مالِک خُدائ فرمائى.“</verse>
				<verse number="59">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”زۀ به تا سره هغه شان سلوک وکړم د کوم چې تۀ حقدار يې، ځکه چې د لوظ په ماتولو سره تا د قسم خوړلو سپکاوے وکړو.</verse>
				<verse number="60">خو ما ته لا تر اوسه پورې هغه لوظ ياد دے کوم چې ما تا سره ستا د ځوانۍ په ورځو کښې کړے وو، او زۀ به تا سره ابدى لوظ وکړم.</verse>
				<verse number="61">نو تۀ به خپل هغه بد عملونه راياد کړې کوم چې تا کړى دى او په هغې به شرمنده شې کله چې تۀ خپلې مشرې او کشرې خوېندې سره مِلاو شې. زۀ به تا ته هغوئ لکه د لوڼو په شان درکړم خو په دې بنياد نۀ چې تا په لوظ عمل کړے دے.</verse>
				<verse number="62">نو زۀ به خپل لوظ تا سره تازه کړم، نو تۀ به په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="63">کله چې زۀ ستا ټول کارونه تا ته معاف کړم کوم چې تا کړى دى، نو تا ته به دا ګناهونه ياد وى او په هغې به دومره شرمېږې چې بيا به يې نوم په خولۀ نۀ اخلې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، بنى اِسرائيل قوم ته يو مثال پېش کړه او يو متل ورته ووايه.</verse>
				<verse number="3">هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د طاقتورو وزرو او د اوږدو او رنګينه بڼو والا غټ باز لبنان ته راغلو. هغۀ د دِيار لوړه څوکه راونيوله.</verse>
				<verse number="4">هغۀ ځان سره د دې د سر نه کچه څانګه راپرې کړه او د سوداګرو مُلک ته يې يوړه، کومه چې هغۀ هلته د سوداګرو په ښار کښې وکَرله.</verse>
				<verse number="5">هغۀ ستا د مُلک نه دا بوټے راواخستو او په زرخيزه زمکه کښې يې وکَرلو. هغۀ دا لکه د خارولى په شان د روانو اوبو په غاړه وکَرلو.</verse>
				<verse number="6">نو هغه راوټوکېدو او په زمکه لکه د انګور د بوټى په شان خور شو. د دې څانګې د هغۀ طرف ته اوږدې شوې، خو جرړې يې لاندې په زمکه کښې پاتې شوې. نو دا لکه د انګورو د ونې په شان شوه او نوې څانګې يې پېدا کړې او په پاڼو پټه شوه.</verse>
				<verse number="7">خو يو بل غټ باز وو چې طاقتور وزرونه يې وُو او په بڼو پټ وُو. هغه د انګور بوټے هغه ځائ نه چرته چې کَرلے شوے وو خپلې جرړې او څانګې د اوبو دپاره هغۀ ته وراوږدې کړې.</verse>
				<verse number="8">هغه په ښۀ خاوره کښې د ډېرو اوبو په خوا کښې کَرلے شوے وو چې څانګې وکړى، مېوه ونيسى او يو شاندار بوټے ترې جوړ شى.</verse>
				<verse number="9">هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ولې دا بوټے به کامياب شى څۀ؟ ولې دا به د جرړو نه راونۀ باسى څۀ؟ او ولې هغه به د مېوو نه خالى نۀ کړى څۀ؟ د هغۀ ټولې څانګې به وچې شى. د دې د راويستلو دپاره د طاقتور لاس او ډېرو کسانو ضرورت نشته چې د جرړو نه يې راوباسى.</verse>
				<verse number="10">کۀ څۀ هم چې دا بل ځائ وکرلے شى، ولې دا به کامياب شى څۀ؟ ولې دا به بلکل اوچ نۀ شى کله چې د مشرق بادونه دا ووهى؟ دا به په هغه پټى کښې اوچ نۀ شى چرته چې را لوئ شوے وو؟“</verse>
				<verse number="11">بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="12">”دې سرکشه قوم ته ووايه چې، تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دې مثال څۀ مطلب دے؟ هغوئ ته ووايه چې، د بابل بادشاه يروشلم ته لاړو او د هغې بادشاه او سپين روبى يې بوتلل، او د خپل ځان سره يې بابل ته راوستل.</verse>
				<verse number="13">بيا هغۀ د شاهى خاندان نه يو کس خوښ کړو، او د هغۀ سره يې لوظ وکړو او د وفادارۍ قسم يې ترې نه واخستلو. هغۀ د ځان سره د مُلک مشران هم بوتلى وُو،</verse>
				<verse number="14">نو چې د هغوئ بادشاهت کمزورے شى چې بيا د سر اوچتولو قابل نۀ شى. نو دغه شان اِسرائيل به په خپلې وفادارۍ ژوندى پاتې شى.</verse>
				<verse number="15">خو د يهوداه بادشاه د هغۀ په خلاف بغاوت وکړو چې هغۀ خپل قاصدان مِصر ته ولېږل او هلته نه يې آسونه او لوئ لښکر راوستو. ولې هغه به کامياب شى؟ ولې څوک چې داسې کارونه وکړى بچ به شى؟ ولې هغه به د لوظ په ماتولو د تکليف نه خلاص شى؟</verse>
				<verse number="16">مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، هغه به د بابل په مُلک کښې مړ شى، د هغه بادشاه په مُلک کښې چا چې هغه په تخت کښېنولے وو، د چا قسم ته چې هغۀ سپک وکتل او چې د چا لوظ يې مات کړو.</verse>
				<verse number="17">فِرعون به د خپلو تکړه سپاهيانو او غټو لښکرو سره په جنګ کښې د هغۀ مدد ونۀ کړى، کله چې دشمن د ښار محاصره وکړى او د حملې دپاره د خاورو غونډۍ جوړې کړى د دې دپاره چې ډېر خلق تباه کړى.</verse>
				<verse number="18">هغۀ د لوظ په ماتولو سره د قسم سپکاوے وکړو، ځکه چې هغۀ د لوظ دپاره خپل لاس ورکړو او اوس يې دا ټول کارونه وکړل نو هغه به بچ نۀ شى.</verse>
				<verse number="19">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، چې هغۀ زما لوظ مات کړو او زما قسم ته يې سپک وکتل نو زۀ به د خپل هغه قسم نقصان د هغۀ په سر راولم.</verse>
				<verse number="20">زۀ به د هغۀ دپاره خپل جال خور کړم، او هغه به زما په دام کښې راګېر شى. زۀ به هغه بابل ته راولم او خپل قضاوت به هلته په هغۀ باندې وکړم ځکه چې هغه ما سره بې‌وفائى وکړه.</verse>
				<verse number="21">د هغۀ د ټولو نه تکړه فوجيان به په تُوره مړۀ شى. او بچ پاتې شوى به په هوا کښې خوارۀ شى. نو بيا به تۀ په دې پوهه شې چې ما مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“</verse>
				<verse number="22">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”زۀ به په خپله د دِيار د لوړې څوکې نه يوه څانګه راواخلم او هغه به وکرم، زۀ به يوه نازکه څانګه د يو لوَړ دِيار د څوکې نه راپرې کړم او هغه به په يو لوړ او اوچت غر وکرم.</verse>
				<verse number="23">زۀ به يې د اِسرائيل په اوچتو غرونو وکرم، هغه به څانګې وکړى او مېوه به ونيسى او هغه به يو شاندار دِيار شى. هر قسمه مرغۍ به په کښې جالې جوړې کړى، او هغوئ به د دې د څانګو سورې کښې پناه اخلى.</verse>
				<verse number="24">په زمکه کښې ټولې ونې به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ لوړه ونه لاندې کوم او ټيټه ونه زۀ لوړه کړم. زۀ شنه ونه اوچوم او اوچه ونه زۀ تازه او شنه کوم. ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”ستاسو خلقو د اِسرائيل د مُلک په حقله د دې متل د وئيلو نه څۀ مطلب دے چې وائى، تراوۀ انګور يې پلار وخوړل، او غاښونه يې د بچو په برېښ شُو؟</verse>
				<verse number="3">زما دې په خپل ذات قسم وى مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، تاسو به په اِسرائيل کښې نور دا متل ونۀ کړئ.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې هر ژوندے ځان زما دے، پلار او د هغۀ زوئ دواړه يو شان زما دى. څوک چې ګناه وکړى هم هغه به مړ کيږى.</verse>
				<verse number="5">کۀ يو صادق سړے هغه څۀ کوى څۀ چې صحيح وى او د اِنصاف په مطابق وى.</verse>
				<verse number="6">نۀ هغه د غرونو دپاسه په بُت‌خانو کښې خوراک کوى او نۀ د بنى اِسرائيلو د قوم د بُتانو عبادت کوى او نۀ هغۀ د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، او نۀ د ماهوارۍ په دوران کښې د ښځې سره کوروالے کوى.</verse>
				<verse number="7">هغه په هيچا باندې ظلم نۀ کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى او هغه پوره واپس کوى. هغه غلا نۀ کوى، خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى.</verse>
				<verse number="8">هغه قرض د سود دپاره نۀ ورکوى او ناروا ګټه هم نۀ کوى، بدو کارونو نه ځان ساتى او د دوو کسانو په لانجه کښې د صحيح اِنصاف فېصله کوى.</verse>
				<verse number="9">هغه زما د قانون پيروى کوى او په وفادارۍ سره زما قانون منى، هم دا کس صادق دے هغه به په يقين سره ژوندے پاتې شى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="10">نو بيا فرض کړئ چې د دۀ يو ظالم زوئ دے چې هغه قتل و غارت او نور داسې خراب کارونه هم کوى،</verse>
				<verse number="11">پلار يې داسې کارونه نۀ وُو کړى چې زوئ يې کوى. هغه د غرونو دپاسه په بُت‌خانو کښې هم خوراک کوى او د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا هم کوى.</verse>
				<verse number="12">هغه په غريبانانو او ضرورتمندو ظلم کوى او غلاګانې کوى. او هغه چې ضمانت واخلى بيا يې نۀ واپس کوى، او هغه د بُتانو عبادت کوى او حرامکارى کوى.</verse>
				<verse number="13">هغه په سود پېسې ورکوى او ډېره زياته ګټه اخلى. آيا داسې کس به ژوندے پاتې شى څۀ؟ نه هغه به پاتې نۀ شى. ځکه چې هغۀ دا ټول حرام کارونه وکړل، په يقين سره هغه به مړ شى او د هغۀ خون به د هغۀ د خپلې غاړې وى.</verse>
				<verse number="14">خو فرض کړئ چې د دې زوئ يې يو زوئ وى څوک چې د خپل پلار ټول ګناهونه وينى، کۀ څۀ هم چې هغه دا وينى خو بيا هم هغه د خپل پلار غوندې کارونه نۀ کوى.</verse>
				<verse number="15">هغه په غرونو د بُت‌خانو خوراک نۀ خورى، او نۀ د بنى اِسرائيل د قوم د بُتانو عبادت کوى، او نۀ هغه د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى.</verse>
				<verse number="16">هغه نۀ په چا ظلم کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى، هغه غلا نۀ کوى خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى.</verse>
				<verse number="17">هغه خپل لاس په بدو کارونو نۀ پليتوى او سود نۀ اخلى او په ګټه پېسې نۀ ورکوى، هغه زما په شريعت عمل کوى او زما د تعليماتو پيروى کوى. داسې سړے به د خپل پلار د ګناه په وجه مړ نۀ شى، يقيناً به هغه ژوندے پاتې شى.</verse>
				<verse number="18">بلکې د هغۀ پلار به ضرور د خپلو ګناهونو دپاره مړ شى، ځکه چې هغۀ ظلم کولو، د خپلو وروڼو نه يې غلا کوله او هغه کارونه يې کول کوم چې د هغۀ د قوم په مينځ کښې غلط وُو.</verse>
				<verse number="19">خو بيا تاسو تپوس کوئ چې زوئ يې ولې د خپل پلار په جرم کښې شريک نۀ دے؟ ځکه چې زوئ يې هغه څۀ کړى دى څۀ چې صحيح دى او د اِنصاف په مطابق دى او زما په حکمونو په وفادارۍ سره عمل کوى، هغه به يقيناً ژوندے پاتې شى.</verse>
				<verse number="20">کوم کس چې ګناه وکړى هم هغه کس به مړ شى. زوئ به د پلار په ګناه نۀ شى نيولے، او نۀ به پلار د زوئ په ګناه کښې نيولے شى. د صادق انسان صداقت به هغۀ ته په نېکۍ کښې حساب شى، او بدعمله ته به د بدعملۍ سزا مِلاو شى.</verse>
				<verse number="21">خو کۀ يو بدعمله کس د خپلو ټولو ګناهونو نه مخ واړوى کوم چې هغۀ کړى دى او زما په ټول قانون عمل وکړى او هغه کارونه کوى څۀ چې د اِنصاف او صحيح وى، نو په يقين سره به هغه ژوندے پاتې شى، هغه به مړ نۀ شى.</verse>
				<verse number="22">هغه ګناهونه چې د هغۀ نه شوى دى يو به هم د هغوئ خلاف نۀ حسابوم. د هغه ښۀ کارونو په وجه کوم چې هغوئ کړى دى، هغوئ به ژوندى پاتې شى.</verse>
				<verse number="23">مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، ولې تاسو دا سوچ کوئ چې زۀ د شريرانو په هلاکت خوشحالېږم؟ بلکل نه، زۀ غواړم چې هغه د خپلو خرابو لارو نه واوړى او ژوندے پاتې شى.</verse>
				<verse number="24">خو کۀ چرې يو صادق انسان د خپلو نېکو کارونو نه واوړى او ګناه وکړى او حرام کارونه وکړى کوم چې يو بدعمله کس کوى ولې هغه به ژوندے پاتې شى؟ يو صادق کار به يې هم حساب نۀ شى کوم چې هغۀ کړى دى. د هغه بې‌ايمانۍ په وجه کومه چې هغۀ کړې ده او کوم ګناهونه يې چې کړى دى د هغې په بدله کښې به هغه مړ شى.</verse>
				<verse number="25">خو بيا تاسو وايئ چې، د مالِک خُدائ کارونه د اِنصاف نۀ دى، اے د بنى اِسرائيل قومه، ما ته غوږ شئ، آيا تاسو دا خيال کوئ چې زما کارونه بې‌اِنصافه دى؟ خو دا ستاسو عملونه دى چې بې‌اِنصافه دى.</verse>
				<verse number="26">کۀ چرې يو صادق انسان خپل صداقت پرېږدى او ګناهونه شروع کړى، هغه به د دې په وجه مړ شى. د هغه ګناهونو په وجه کوم چې هغۀ وکړل.</verse>
				<verse number="27">خو کۀ چرې يو بدعمله انسان د خپلو ګناهونو نه واوړى کوم چې هغۀ کړى دى او هغه څۀ کوى چې صحيح او د اِنصاف په مطابق دى، هغه به خپل ‎ژوند بچ کړى.</verse>
				<verse number="28">کۀ هغه په خپلو ګناهونو غور وکړى او هغه پرېږدى کوم چې هغۀ کړى دى، نو يقيناً به هغه ژوندے پاتې شى او مړ به نۀ شى.</verse>
				<verse number="29">خو د بنى اِسرائيلو قوم وائى چې د مالِک خُدائ کارونه د اِنصاف نۀ دى. اے د بنى اِسرائيل قومه، ولې زما کارونه بې‌اِنصافه دى؟ ولې ستاسو کارونه بې‌اِنصافه نۀ دى؟</verse>
				<verse number="30">نو په دې وجه، اے د بنى اِسرائيلو قومه، زۀ به ستاسو د هر يو کس د اعمالو په مطابق ستاسو عدالت وکړم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. توبه وباسئ. د خپلو ټولو ګناهونو نه واوړئ، نو بيا به ګناه ستا د هلاکت سبب نۀ وى.</verse>
				<verse number="31">خپلو ټولو ګناهونو ته شا کړئ کوم چې تاسو کړى دى، او په خپل ځان کښې نوے زړۀ او نوے روح پېدا کړئ. تاسو ولې مړ کېدل غواړئ، اے د بنى اِسرائيل قومه؟</verse>
				<verse number="32">زۀ د هيچا په هلاکت نۀ خوشحالېږم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. توبه وباسئ او ژوندى پاتې شئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">د اِسرائيل د شهزادګانو په حقله دا مرثيه ووايه،</verse>
				<verse number="2">ستا مور د زمرو په مينځ کښې څۀ تکړه زمرۍ وه، هغه د ځوانانو زمرو په مينځ کښې پرته وه او خپل بچى يې لوئ کړل.</verse>
				<verse number="3">هغې خپل يو بچے لوئ کړو، او د هغۀ نه يو تکړه زمرے جوړ شو. هغۀ د ښکار کولو طريقه زده کړه، او انسانان يې خوړل.</verse>
				<verse number="4">مُلکونو د هغۀ په حقله واورېدل، او هغه يې په کنده کښې ګېر کړو. هغوئ هغه پېزوانى د مِصر مُلک ته بوتلو.</verse>
				<verse number="5">خو کله چې هغې خپل اُميد نامکمله وليدلو، د هغې طمع ختمه شوه، هغې خپل بل بچے راواخستو او د هغۀ نه يې يو تکړه زمرے جوړ کړو.</verse>
				<verse number="6">هغه د نورو زمرو په مينځ کښې ډاډه ګرځېدو راګرځېدو، ځکه چې هغۀ نه يو تکړه زمرے جوړ شوے وو. هغۀ د ښکار کولو طريقه زده کړه، او انسانان به يې هم خوړل.</verse>
				<verse number="7">هغۀ د هغوئ قلعې ماتې کړې او د هغوئ ښارونه يې تباه کړل. هغه مُلک او ټول هغه کسان چې په کښې اوسېدل د هغۀ د غړمبېدو نه يرېدل.</verse>
				<verse number="8">نو بيا د هغۀ نه ګېرچاپېره مُلکونو نه قومونه د هغۀ خلاف راغلل. هغوئ خپل جال د هغۀ دپاره خور کړو، او هغه د هغوئ په کنده کښې راګېر شو.</verse>
				<verse number="9">هغوئ هغه پېزوانى کړے راښکلو او په پنجره کښې يې بند کړو او هغه يې د بابل بادشاه له راوستو. هغوئ هغه په قېدخانه کښې واچولو، ترڅو چې نور د اِسرائيل په غرونو د هغۀ غړمبېدل وانۀ ورېدلے شى.</verse>
				<verse number="10">ستاسو مور ستاسو د انګورو باغ کښې لکه د انګور د بوټى په شان وه چې د اوبو په سر کَرلے شوې وه. د ډېرو اوبو په وجه هغه مېوه داره او د څانګو نه ډکه شوه.</verse>
				<verse number="11">د هغې څانګې مضبوطې وې، او د بادشاهانو د امساګانو جوړولو دپاره جوګه وې. دا د نورو ګڼو بوټو نه ډېره زياته اوچته شوه، او د خپل ګڼوالى او اوچتوالى په وجه د هر چا په نظر راتله.</verse>
				<verse number="12">خو په غصه کښې دا د جرړو نه راوويستلے شوه او په زمکه وغورزولے شوه. د مشرق هواګانو دا مړاوې کړه، دا د مېوو نه خالى شوه، د دې مضبوطې څانګې وچې شوې، او اور هغه وسوزولې.</verse>
				<verse number="13">نو اوس دا په بيابان کښې په اوچه او تږې زمکه کښې وکرلے شوه.</verse>
				<verse number="14">اور د دې د يو خاص څانګې نه خور شو، او د دې مېوه يې وسوزوله. يوه مضبوطه څانګه په کښې پاتې نۀ شوه چې د بادشاه د امسا جوړولو جوګه وى. دا د غم يوه مرثيه ده، او د مرثيه په توګه استعمال شوې ده.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">د اوؤم کال، د پينځمې مياشتې په لسمه ورځ، د اِسرائيل يو څو مشران راغلل او زما په وړاندې کښېناستل او د خپل ځان په حقله يې زما نه د مالِک خُدائ د پېغام تپوس وکړو.</verse>
				<verse number="2">نو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="3">”اے بنى آدمه، د اِسرائيل د مشرانو سره خبرې وکړه او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، آيا تاسو راغلى يئ چې زما نه معلومات حاصل کړئ؟ زما دې په خپل ذات قسم وى، زۀ به تاسو ته معلومات درنۀ کړم. قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="4">اے بنى آدمه، ولې تۀ غواړې چې د هغوئ عدالت وکړې؟ نو کۀ تۀ داسې کوې نو بيا هغوئ ته د هغوئ د پلار نيکۀ حرام کارونه وروښايه.</verse>
				<verse number="5">او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، په کومه ورځ چې ما بنى اِسرائيل غوره کړل، ما د يعقوب د اولاد سره قسم وکړو او خپل ځان مې هغوئ ته په مِصر کښې ښکاره کړو. په قسم سره ما هغوئ ته وفرمائيل، زۀ ستاسو مالِک خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="6">په هغه ورځ ما هغوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ د مِصر نه هغې زمکې ته راولم کومه چې ما هغوئ دپاره خوښه کړې ده، هغه زرخيزه مُلک ته کوم چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے.</verse>
				<verse number="7">او ما هغوئ ته ووئيل چې، تاسو ټول هغه پليت بُتان د خپلې مخې نه اخوا کړئ کوم چې تاسو د خپلو سترګو د وړاندې اېښى دى، او خپل ځانونه د مِصر په بُتانو مۀ پليتوئ. زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="8">خو هغوئ زما خلاف سرکشى وکړه او ما ته يې غوږ ونۀ نيولو، او يو هم د خپلو بُتانو نه لاس وانۀ خستو په کومو چې د هغوئ توجو وه، او نۀ هغوئ د مِصر بُتان پرېښودل. بيا ما ووئيل، زۀ به خپل غضب په هغوئ نازل کړم او زۀ به خپله غصه د هغوئ خلاف په مِصر کښې سړه کړم.</verse>
				<verse number="9">خو بيا، د دې په وجه ما د خپل نوم د خاطره هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغوئ د هغه قومونو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى د چا په مينځ کښې چې دوئ اوسېدل او د چا په وړاندې چې ما خپل ځان بنى اِسرائيلو ته د مِصر نه په راويستلو ښکاره کړو.</verse>
				<verse number="10">نو په دې وجه هغوئ ما د مِصر نه راوويستل او بيابان ته مې راوستل.</verse>
				<verse number="11">ما هغوئ له خپل حُکمونه ورکړل او خپل قانون مې هغوئ ته وښودلو، هر څوک چې په دې عمل کوى نو هغوئ به ژوندى پاتې شى.</verse>
				<verse number="12">ما ورته د سبت ورځ هم ورکړه چې دا زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى، نو چې هغوئ په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ دوئ مقدس کړى دى.</verse>
				<verse number="13">خو د بنى اِسرائيلو خلقو په صحرا کښې هم زما خلاف سرکشى وکړه. هغوئ زما په حکمونو عمل ونۀ کړو او زما شريعت يې رد کړو، او دا چې چا هم په دې عمل وکړو هغه به په دې ژوندى پاتې شى. خو هغوئ په ښکاره توګه زما د سبت بې‌عزتى وکړه. نو ما وفرمائيل چې زۀ به خپل قهر او غضب په دوئ نازل کړم او هغوئ به په صحرا کښې تباه کړم.</verse>
				<verse number="14">بلکې د خپل نوم دپاره ما هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغه د هغه قومونو د سترګو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى چا چې زۀ وليدلم چې ما هغوئ بهر راوويستل.</verse>
				<verse number="15">خو بيا په صحرا کښې ما دوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ هغه مُلک ته رانۀ ولم کوم چې ما دوئ له ورکړے دے هغه مُلک چې زرخيزه دے، چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے،</verse>
				<verse number="16">په دې وجه چې هغوئ زما شريعت رد کړو او زما د حکمونو پيروى يې ونۀ کړه او زما د سبت سپکاوے يې وکړو. ځکه چې د هغوئ زړونه خپلو بُتانو ته وقف شوى وُو.</verse>
				<verse number="17">خو بيا هم ما دوئ ته د رحم په سترګه وکتل او تباه مې نۀ کړل او نۀ مې هلته په صحرا کښې ختم کړل.</verse>
				<verse number="18">ما د هغوئ بچو ته په صحرا کښې وفرمائيل چې، د خپل پلار نيکۀ د رِواج پيروى مۀ کوئ او مۀ د هغوئ په قانون عمل کوئ او مۀ د هغوئ په بُتانو خپل ځان پليتوئ.</verse>
				<verse number="19">زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. زما د حکمونو پيروى وکړئ او په غور سره زما په قانون عمل وکړئ.</verse>
				<verse number="20">زما د سبت ورځ مقدسه وساتئ، ځکه چې دا به زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="21">خو د هغوئ اولاد زما خلاف سرکشى وکړه، او هغوئ زما د سبت سپکاوے وکړو. هغوئ زما د حکمونو پيروى ونۀ کړه، او زما د قانون په ساتلو يې غور ونۀ کړو. چا چې د دې تابعدارى وکړه نو په دې به ژوندى پاتې شى. بيا ما وفرمائيل چې، زۀ به په هغوئ خپل قهر نازل کړم او خپله غصه به په هغوئ په صحرا کښې سړه کړم.</verse>
				<verse number="22">خو ما خپل لاس ترې ونيولو، بلکې د خپل نوم د خاطره ما هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغه د هغه قومونو د سترګو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى چا چې زۀ وليدلم چې ما هغوئ بهر راوويستل.</verse>
				<verse number="23">خو ما هم په صحرا کښې دوئ سره قسم وخوړلو چې زۀ به هغوئ په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ کړم،</verse>
				<verse number="24">ځکه چې هغوئ زما قانون ونۀ منلو بلکې د منلو په ځائ يې رد کړو او زما د سبت بې‌حرمتى يې وکړه، او د هغوئ سترګې د هغوئ د پلار نيکۀ بُتانو ته وې.</verse>
				<verse number="25">ما هغوئ فضول قانون او اصُولو ته حواله کړل کوم چې د ژوند طرف ته نۀ وُو روان.</verse>
				<verse number="26">ما هغوئ پرېښودل چې خپل ځانونه بُتانو ته په نذرانې پېش کولو سره پليت کړى تر دې چې خپل مشران زامن هم ورته قربان کړى، نو په دې کار سره به زۀ هغوئ حق حېران کړم تر دې چې هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="27">نو په دې وجه اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو سره خبرې وکړه او هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هم داسې ستاسو پلار نيکۀ هم کُفر وکړو او ما سره يې غدارى وکړه.</verse>
				<verse number="28">کله چې هغوئ ما هغه مُلک ته راوستل کوم چې ما د هغوئ سره د ورکولو وعده کړې وه نو هرکله چې به هغوئ اوچتې غونډۍ يا شنې ونې وليدلې، نو بيا به هلته هغوئ خپلې قربانۍ پېش کولې، هغوئ داسې قربانۍ بُتانو ته کولې چې زۀ يې په قهر کړم، او هغوئ هلته خپلې د خوشبويانو قربانۍ، او د څښلو نذرانې پېش کړې.</verse>
				<verse number="29">ما بيا هغوئ ته وفرمائيل، نو دا کوم اوچت ځائ دے چرته چې تاسو ځئ؟ تر نن ورځې پورې ورته بامه يعنې اوچت ځائ وائى.</verse>
				<verse number="30">په دې وجه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې ولې تاسو خپل ځانونه پليتوئ لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ کړى وُو او د هغه ناپاکه بُتانو سره په زنا کولو خپل ځانونه ګمراه کوئ؟</verse>
				<verse number="31">کله چې تاسو خپلې نذرانې پېش کړئ او خپل زامن په اور قربانى کړئ او تاسو خپل ځانونه تر نن ورځې پورې په خپلو ټولو بُتانو پليتوئ، نو ولې زۀ تاسو، اے د بنى اِسرائيلو قومه، پرېږدم چې زما په حقله معلومات وکړئ؟ زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق خُدائ فرمائى، زۀ به تاسو پرې نۀ ږدم چې زما معلومات وکړئ.</verse>
				<verse number="32">تاسو وايئ چې مونږ غواړو چې د دُنيا د هغه نورو قومونو په شان ژوند تېر کړُو، څوک چې د لرګو او د کاڼو د بُتانو عبادت کوى. خو ستاسو په ذهن کښې چې څۀ دى هغه به کله هم پوره نۀ شى.“</verse>
				<verse number="33">”زما دې په خپل ذات قسم وى مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، زۀ به په مضبوطو لاسونو سره په تاسو حکومت وکړم او خپل لاس به دراوږد کړم او خپل غضب به په تاسو نازل کړم.</verse>
				<verse number="34">زۀ به په خپل زورَور او غزېدلى لاس او راپارېدلى غضب سره تاسو د هغه مُلکونو نه واپس راولم کومو ته چې تاسو خوارۀ وارۀ شوى وئ.</verse>
				<verse number="35">زۀ به تاسو د قومونو بيابان ته راولم او هلته به زۀ تاسو سره مخامخ شم او ستاسو عدالت به وکړم.</verse>
				<verse number="36">لکه څنګه چې ما ستاسو د پلار نيکۀ د مِصر په بيابان کښې عدالت کړے وو، نو هم هغه شان به زۀ ستاسو عدالت وکړم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="37">چې زۀ به ستاسو سره حساب کوم چې تاسو خپل لوظ پوره کړے دے کۀ نه.</verse>
				<verse number="38">زۀ به تاسو د هغه خلقو نه راچاڼ کړم څوک چې زما خلاف ګناه او سرکشى کوى. اګر کۀ زۀ به هغوئ د هغه مُلک نه راوباسم چرته چې هغوئ اوسيږى خو هغوئ به د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې داخل نۀ شى. بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="39">تر څو پورې چې ستاسو خبره ده اے د بنى اِسرائيلو قومه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، تاسو ټول لاړ شئ او د خپلو بُتانو عبادت وکړئ، خو د دې نه وروستو به تاسو په يقين سره ما ته غوږ ونيسئ او په خپلو نذرانو او د بُتانو په وجه به نور زما د مقدس نوم سپکاوے نۀ کوئ.</verse>
				<verse number="40">زما په مقدس غر، د بنى اِسرائيلو په اوچت غر، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، هلته په هغه مُلک کښې د بنى اِسرائيلو ټول قوم به زما عبادت وکړى، او هلته به زۀ هغوئ قبول کړم. او هلته به زۀ ستاسو نه نذرانې او غوره تحفې او ستاسو ټولې مقدسې قربانۍ وغواړمه.</verse>
				<verse number="41">زۀ چې کله تاسو د هغه مُلکونو نه واپس راولم او د هغه مُلکونو نه مو راغونډ کړم کومو ته چې تاسو خوارۀ وارۀ شوې وئ، نو زۀ به تاسو د ښکلې خوشبو په شان قبول کړم، او زۀ به خپل ځان ستاسو په مينځ کښې او د نورو قومونو په نظر کښې مقدس څرګند کړم.</verse>
				<verse number="42">نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم کله چې زۀ تاسو د بنى اِسرائيلو مُلک ته واپس راولم، هغه مُلک ته چې ما په اوچتو لاسونو ستاسو پلار نيکۀ ته د ورکولو قسم کړے وو.</verse>
				<verse number="43">نو هلته به تاسو ته خپل ټول چال چلن او عملونه درياد شى د کومو په کولو چې تاسو خپل ځان پليت کړے دے، او د خپل ځان نه به نفرت کوئ د هغه اعمالو په وجه کوم چې تاسو کړى دى.</verse>
				<verse number="44">تاسو به په دې پوهه شئ ‎چې زۀ مالِک خُدائ يم، اے د بنى اِسرائيلو قومه، کله چې زۀ تاسو سره د خپل نوم د خاطره نرم سلوک وکړم او ستاسو د خرابو کارونو او ستاسو د غلطو اعمالو په مطابق سلوک ونۀ کړم، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“</verse>
				<verse number="45">نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="46">”اے بنى آدمه، د جنوب خوا ته وګوره، د جنوب خلاف تبليغ وکړه او د جنوبى مُلک د ځنګلو په خلاف پېشګوئې وکړه.</verse>
				<verse number="47">جنوبى ځنګل ته ووايه، د مالِک خُدائ کلام واورئ، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ اوس په تاسو باندې اور لګوم، او دا به ستا ټولې شنې او وچې ونې وسوزوى. دا د اور لمبې به مړې نۀ شى، او د جنوب نه د شمال پورې ټول مخونه به د دې په لمبو وسوزى.</verse>
				<verse number="48">هر يو به يې وګورى چې ما مالِک خُدائ دا اور لګولے دے، دا به مړ نۀ شى.“</verse>
				<verse number="49">بيا ما وفرمائيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، هغوئ زما په حقله وائى چې، ولې هغه هسې متلونه نۀ وائى؟“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، د يروشلم په خلاف خپل مخ راواړوه او د هغوئ د مقدسو ځايونو خلاف بيان وکړه. او د بنى اِسرائيلو د مُلک خلاف پېشګوئې وکړه.</verse>
				<verse number="3">او هغوئ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زۀ ستاسو خلاف يم. زۀ به خپله تُوره د کاش نه راوباسم او ستاسو نه به صادقان او بدعمله دواړه ختم کړم.</verse>
				<verse number="4">ځکه زۀ صادقان او ګناهګاران دواړه وژنم، زما تُوره به د کاش نه د جنوب نه د شمال پورې د هر چا خلاف راوويستلے شى.</verse>
				<verse number="5">بيا به ټول خلق په دې باندې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ خپله تُوره د کاش نه راويستې ده. دا به بيا واپس نۀ شى.</verse>
				<verse number="6">نو په دې وجه اے بنى آدمه، زبيرګى کوه، په مات زړۀ او سختو دردونو سره د هغوئ په وړاندې سوال زارى وکړه.</verse>
				<verse number="7">او کله چې هغوئ تا نه تپوس وکړى چې تۀ ولې زبيرګى کوې؟ نو هغوئ ته ووايه چې د هغه خبر په وجه چې راتلونکے دے. هر يو سخت زړۀ به نرم شى او هر يو لاس به شل شى، هر يو روح به ودريږى او هره يوه ګوډه به د يرې نه په ريږدان شى. دا راتلونکى دى، دا به په يقين سره وشى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“</verse>
				<verse number="8">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="9">”اے بنى آدمه، پېشګوئې وکړه او خلقو ته ووايه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، يوه تُوره تيره شوې او پالش شوې ده.</verse>
				<verse number="10">دا د قتل و غارت دپاره تيره شوې ده، داسې پالش شوه چې د برېښنا په شان ځليږى. نو آيا اوس به خوشحاله شې څۀ؟ هغوئ څوک چې ستاسو نه ډېر زيات زورَور وُو د دې تُورې لاندې راغلل.</verse>
				<verse number="11">ما تُوره چا له ورکړې ده چې تيره يې کړى. اوس دا تيره ده، چمکداره ده او تياره ده چې قاتل ترېنه کار واخلى.</verse>
				<verse number="12">اے بنى آدمه، وير او ژړا وکړه، ځکه دا زما د خلقو خلاف ده، دا د بنى اِسرائيلو د ټولو شهزادګانو خلاف ده. هغوئ زما خلقو سره يوځائ د تُورې خولې ته وغورزولے شول. نو په دې وجه خپلې سينې ووهئ.</verse>
				<verse number="13">دا به هغوئ ټول په آزمېښت کښې واچوى، نو دوئ سره به د خلاصون لار نۀ وى؟“ مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="14">”نو بيا اے بنى آدمه، نبوت وکړه او خپل لاسونه وپړقوه او زما تُوره به دوه ځله بلکې درې ځله ووهى. دا تُوره د تباهۍ دپاره ده او دا تُوره د لوئ قتل و غارت دپاره ده چې د هرې خوا نه به هغوئ راګېر کړى.</verse>
				<verse number="15">تر دې چې هغوئ د يرې نه خپل زړونه بائيلى او راوغورزيږى، ما د هغوئ په ټولو دروازو کښې تُوره د دوئ د وژلو دپاره مقرر کړې ده. افسوس، هغه داسې جوړه شوې ده چې لکه د برېښنا په شان پړقيږى، او دا د قتلولو دپاره راخستلے شوې ده.</verse>
				<verse number="16">اے تُورې، ښى طرف او بيا ګس طرف ته، او هرې خوا چې ستا مخ تاويږى وڅيره.</verse>
				<verse number="17">زۀ به هم خپل لاسونه وپړقوم او زما غضب به سوړ شى. ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل.“</verse>
				<verse number="18">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="19">”اے بنى آدمه، د بابل بادشاه د تُورې دپاره دوه لارې په ګوته کړه چې په هغې لاړه شى، چې دواړه د يو ښار نه شروع شى. هلته کښې نښه جوړه کړئ چرته چې ښار ته خپلو کښې لارې جدا کيږى.</verse>
				<verse number="20">د تُورې دپاره يوه لاره په ګوته کړئ چې د عمونيانو د ربه ښار خلاف راشى او بله د يهوداه او د يروشلم پوخ ښار خلاف راشى.</verse>
				<verse number="21">ځکه چې د بابل بادشاه به په هغه ځائ کښې چرته چې نښه شوې ده چې لارې جدا کيږى ودريږى چرته چې لارې دوه شوې دى، نو په دې وخت کښې به د خپل قسمت فال وګورى، هغه به په غشو سره ځان دپاره فال معلوم کړى، او د خپلو بُتانو سره به مشوره وکړى، هغه به د څاروو اينه معائنه کړى چې هغه کوم طرف ته لاړ شى.</verse>
				<verse number="22">نو د هغۀ په ښى لاس کښې به فال د يروشلم دپاره راشى، چرته چې به هغه د دېوالونو غورزولو مشين ولګوى، هغه به د قتل و غارت حکم ورکړى، او د جنګ آوازونه به وکړى، او د دروازو خلاف به د ماتولو مشينرى ولګوى، حصارونه به جوړ کړى او د محاصره کولو دپاره به د خاورو ډېرى جوړ کړى.</verse>
				<verse number="23">دا به د هغوئ دپاره د دروغو فال ښکارى چا چې هغۀ سره د امن قَسم کړے دے، خو هغه به هغوئ ته خپله ګناه ورياده کړى او هغوئ به ونيولے شى.</verse>
				<verse number="24">نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې تاسو بيا بيا خپل قصورونه ما ته رايادوئ او تر دې چې هغه په ښکاره توګه سر ته رسوئ او په هر کار کولو کښې ستاسو ګناهونه ليدلے کيږى نو په داسې کولو به تاسو ونيولے شئ.</verse>
				<verse number="25">اے د بنى اِسرائيلو بې‌دينه او بدکاره شهزاده، ستا وخت پوره شوے دے، او د چا ورځې چې راغلې دى، د چا د سزا وخت چې پوره شوے دے.</verse>
				<verse number="26">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، خپل پټکے ښکته کړه او خپل تاج اخوا کړه. هر څۀ به داسې نۀ وى څنګه چې مخکښې وُو، عاجز به اوچت کړے شى او اوچت به عاجز کړے شى.</verse>
				<verse number="27">کنډر، کنډر، زۀ به ښار کنډر کړم. دا به بيا په خپل حال نۀ شى ترڅو چې هغه رانۀ شى د چا چې دا حق دے چې فېصله پرې وکړى. چا ته به چې زۀ دا مُلک ورکړم.“</verse>
				<verse number="28">”او تۀ اے بنى آدمه، نبوت وکړه او ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ د عمونيانو او د هغوئ د ګستاخۍ کولو په حقله فرمائى چې، تُوره د حلالېدو دپاره راوويستلے شوه، هغه د قتلولو دپاره پالش کړے شوه او لکه د برېښنا ځليږى.</verse>
				<verse number="29">هغوئ ستاسو په حقله غلطې روياګانې بيانوى او ستاسو په حقله د دروغو پېشګوئې کوى، دا به د بدکارو په غاړو پرته وى څوک چې به قتل کړے شى، د چا ورځې چې راغلې دى، د چا د سزا وخت چې پوره شوے دے.</verse>
				<verse number="30">تُوره په خپل کاش کښې واپس واچوه. په کوم ځائ کښې چې تۀ پېدا شوے يې، ستا د پلار نيکۀ په مُلک کښې، زۀ به ستا عدالت وکړم.</verse>
				<verse number="31">زۀ به خپل غضب په تاسو نازل کړم او د خپلې غصې اور له به ستاسو خلاف پوکے ورکړم، زۀ به تاسو قاتلانو او هغه کسانو ته حواله کړم چې په تباهۍ کښې ماهر وى.</verse>
				<verse number="32">تۀ به د اور دپاره خشاک يې، ستا وينه به ستا په مُلک کښې تويه شى، تۀ به نور ياد نۀ کړے شې، ځکه چې ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، ولې تۀ به د هغۀ عدالت وکړې؟ ولې تۀ به د دې خونى ښار عدالت وکړې؟ نو بيا هغوئ ته د هغوئ ټول حرام کارونه مخامخ کړه.</verse>
				<verse number="3">او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے ښاريې څوک چې په خپل مينځ کښې د وينې تويولو په وجه په خپل ځان مرګ نازلوى او د بُتانو جوړولو په وجه خپل ځان پليتوى.</verse>
				<verse number="4">کومه وينه چې تا تويه کړه د هغې په وجه تۀ ګناه ګار شوې او د هغه بُتانو په وجه تۀ پليت شوې کوم چې تا جوړ کړل. تا خپل ژوند لنډ کړو، او تا خپل عمر ختم کړو. نو په دې وجه زۀ به تا نورو قومونو ته د خندا مثال کړمه او په ټولو مُلکونو کښې به دې د مسخرو کړم.</verse>
				<verse number="5">څوک کۀ نزدې دى او کۀ لرې وى، اے بدنامې او د فساد نه ډکې ښاريې، په تا پورې به خندا کوى.</verse>
				<verse number="6">وګوره، د بنى اِسرائيلو هر يو مشر څوک چې په تا کښې اوسيږى خپل ټول زور طاقت د وينې توېدو دپاره استعمالوى.</verse>
				<verse number="7">په تا کښې هغوئ د خپل پلار او مور سپکاوے وکړو، په تا کښې هغوئ په مسافرو ظلم وکړو او په کونډو او يتيمانو يې زور زبردستى وکړه.</verse>
				<verse number="8">تاسو زما د مقدسو څيزونو سپکوالے وکړو او زما د سبت بې‌حرمتى مو وکړه.</verse>
				<verse number="9">په تا کښې تهمت لګوونکى خلق دى چې وينى تويوى، په تا کښې هغوئ دى چې د غرونو دپاسه عبادتخانو کښې خوراک کوى او غلط کارونه کوى.</verse>
				<verse number="10">په تا کښې هغوئ دى چې د خپل پلار د کټ بې‌حرمتى کوى، په تا کښې هغوئ دى چې د ښځو سره په ماهوارۍ کښې څملى، کله چې هغوئ په شرعى توګه پاکې نۀ وى.</verse>
				<verse number="11">په تا کښې داسې سړى دى چې د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، د خپلې اِنږور سره زنا کوى، او د خپلې خور سره د خپل پلار د لور سره زنا کوى.</verse>
				<verse number="12">په تا کښې خلق په پېسو مرګونه کوى، تاسو سود کوئ او ډېره زياته ګټه اخلئ، او د خپلو ګاونډيانو نه ناجائزه ګټه کوئ. تاسو زۀ هېر کړے يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="13">زۀ به په يقين سره خپل لاسونه ستاسو خلاف وپړقوم په هغه ناجائزو ګټو چې تاسو کړى دى او په هغه وينه چې تاسو په خپل مينځ کښې تويه کړې ده.</verse>
				<verse number="14">ولې تاسو به په هغه ورځ دومره زړَور يئ يا ستاسو په مټو کښې به دومره زور وى کله چې زۀ تاسو سره دا معامله کوم؟ ما مالِک خُدائ وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.</verse>
				<verse number="15">زۀ به تاسو د نورو قومونو او مُلکونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړم، او زۀ به تاسو د پليتۍ نه پاک کړم.</verse>
				<verse number="16">کله چې تۀ د نورو قومونو په وړاندې خپل ځان وشرموې نو تۀ به بيا په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
				<verse number="17">بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="18">”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو قوم زما دپاره د هغه ګند په شان شو، چې د تانبې، ټيم، اوسپنې او سيکې د ګرمولو نه وروستو په بټۍ کښې پاتې شى. دوئ لکه د سپينو زرو د پاتې شوى ګند په شان دى.</verse>
				<verse number="19">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې تاسو ټولو نه پاتې شوے ګند جوړ شوے دے، نو زۀ به تاسو يروشلم ته راټول کړم.</verse>
				<verse number="20">لکه څنګه چې خلق سپين زر، تانبه، اوسپنه، سيکه او ټيمان راټولوى او په بټۍ کښې يې په تېز اور ويلى کوى، نو هم داسې به زۀ تاسو خپل قهر او غضب کښې راټول کړم او په ښار کښې دننه به مو واچوم او ويلى به مو کړم.</verse>
				<verse number="21">زۀ به تاسو راټول کړم او زۀ به خپل يروونکے غضب په تاسو نازل کړم، او تاسو به په هغې کښې دننه ويلى شئ.</verse>
				<verse number="22">لکه څنګه چې سپين زر په بټۍ کښې ويلى کيږى، نو دغه شان به تاسو په هغې کښې دننه ويلى شئ، او تاسو به پوهه شئ چې ما، مالِک خُدائ په تاسو خپل قهر او غضب نازل کړے دے.“</verse>
				<verse number="23">بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="24">”اے بنى آدمه، دې مُلک ته ووايه چې، تۀ هغه مُلک يې چې لا پاک شوے نۀ يې، په تا د غضب په ورځو کښې باران ونۀ شو.</verse>
				<verse number="25">د هغۀ سازش کوونکى شهزادګان د هغه غړمبېدونکو زمرو په شان دى چې خپل ښکار په مينځ شلوى، هغوئ انسانان خورى، هغوئ مال دولت او قيمتى څيزونه چور کوى او د دې ډيرې ښځې کونډې کوى.</verse>
				<verse number="26">د هغۀ اِمامان زما شريعت ماتوى او زما د مقدسو څيزونو بې‌حرمتى کوى، هغوئ د مقدسو څيزونو او د عامو څيزونو په مينځ کښې فرق نۀ کوى، او هغوئ د پاکو او پليتو په مينځ کښې د فرق کولو تعليم نۀ ورکوى، او هغوئ زما د سبت په ساتلو باندې خپلې سترګې پټوى، نو زۀ د هغوئ په مينځ کښې سپک شوے يم.</verse>
				<verse number="27">د هغۀ سرکارى آفسران لکه د ليوانو په شان خپل ښکار شلوى، هغوئ وينه تويوى او خلق وژنى چې بې‌اِنصافه ګټه وکړى.</verse>
				<verse number="28">د هغې نبيان په غلطو روياګانو او دروغژنو پېشګويو سره د هغوئ دا کارونه صفا کوى. هغوئ وائى چې، دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، خو په حقيقت کښې مالِک خُدائ دا نۀ وى فرمائيلى.</verse>
				<verse number="29">د هغه مُلک خلق زياتے کوى او غلا کوى، هغوئ په غريبانانو او محتاجو خلقو ظلم کوى، او د مسافرو سره بد سلوک کوى او د هغوئ حق نه اِنکار کوى.</verse>
				<verse number="30">ما د هغوئ په مينځ کښې د يو داسې کس لټون کولو چې د دېوال مرمت وکړى او په وران شوى ځائ لکه د دېوال په شان ودريږى د هغه مُلک دپاره ودريږى چې زۀ يې تباه نۀ کړم، خو ما څوک هم پېدا نۀ کړو.</verse>
				<verse number="31">نو زۀ به په هغوئ خپل غضب رانازل کړم او هغوئ به په خپل سخت قهر کښې وسوزوم، او هر هغه څۀ به د هغوئ په خپل سر راولم څۀ چې هغوئ کړى دى. مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، دوه ښځې وې چې د يوې مور لوڼه وې.</verse>
				<verse number="3">هغوئ په مِصر کښې کنجرې جوړې شوې، او په پېغلتوب کښې يې پردو سړو ته د خپلو سينو سره د لوبو کولو اجازت ورکړو.</verse>
				<verse number="4">د مشرې نامه اوحوله وه، او د هغې د خور نامه اوحوليبه وه. هغوئ زما وې او زامن او لوڼه يې راوړل. د اوحوله نه سامريه مطلب دے، او اوحوليبه نه يروشلم مطلب دے.</verse>
				<verse number="5">اوحوله په کنجرتوب کښې آخته شوه کله چې هغه لا زما وه، او هغه د شوق نه خپلو عاشقانو د اسورى جنګيالو پسې وه.</verse>
				<verse number="6">سرکارى آفسران او کمانډران ټول ښکلى ځوانان وُو او شاندراې جامې يې اچولې وې او په آسونو سوارۀ وُو.</verse>
				<verse number="7">هغې خپل ځان د اسوريانو ټولو آفسرانو ته لکه د کنجرې په شان پېش کړو او خپل ځان يې د هغه هر چا ټولو بُتانو سره پليت کړو چا پسې چې د هغې شوق وو.</verse>
				<verse number="8">هغې هغه کنجرتوب پرې نۀ ښودو چې په مِصر کښې يې شروع کړے وو، کله چې د هغې د پېغلتوب په دوران کښې سړى د هغې سره څملاستل او د هغې سينو سره يې لوبې وکړې او خپل شوق يې په هغې پوره کړو.</verse>
				<verse number="9">نو په دې وجه ما هغه خپلو عاشقانو ته حواله کړه، اسوريانو ته چا سره چې د هغې شوق دے.</verse>
				<verse number="10">هغوئ هغه بربنډه کړه، د هغې نه يې زامن او لوڼه واخستل او هغه يې په تُوره ووژله. او هغه د نورو ښځو په مينځ کښې د عبرت مثال شوه، او سزا په هغې نازله شوه.</verse>
				<verse number="11">د هغې خور اوحوليبه دا وليدل خو اوس هغه په شهوت پرستۍ او کنجرتوب کښې د خپلې خور نه ډېره زياته تېزه وه.</verse>
				<verse number="12">اسورى مشرانو او آفسرانو او د ښائسته جامو جنګيالو ته او په آسونو سوارو آفسرانو ته، زياته په شوق کښې وه چې ښکلى ځوانان وُو.</verse>
				<verse number="13">نو ما وليدل چې هغې هم خپل ځان پليت کړو، او هغوئ دواړه په يوه لاره باندې لاړې.</verse>
				<verse number="14">خو هغې خپل کنجرتوب مخکښې جارى وساتلو. هغې د سړو تصويرونه په دېوال وليدل، د بابليانو تصويرونه چې په سور رنګ نقش شوى وُو.</verse>
				<verse number="15">هغوئ ملابندونه تړلى وُو او په سرونو يې غټ پټکى تړلى وُو، هغوئ ټولو د بابليانو د جنګى ګاډو د آفسرانو په شان لباس اغوستے وو.</verse>
				<verse number="16">څنګه چې هغې هغوئ وليدل، نو هغوئ ته يې ډېر شوق وشو او ورپسې يې بابل ته قاصدان ورولېږل.</verse>
				<verse number="17">بيا بابليان راغلل د هغې سره بستره کښې يو ځائ شول، او په خپل شهوت سره يې هغه پليته کړه. وروستو د دې نه چې هغه د دوئ په وجه پليته شوه، هغه د هغوئ نه بېزاره شوه او د هغوئ نه واوړېدله.</verse>
				<verse number="18">کله چې هغې په ښکاره توګه خپل کنجرتوب شروع کړو او خپل ځان يې ټولو ته لغړ کړو، زۀ د هغې نه بېزاره شوم او خپل مخ مې ترې نه واړولو لکه څنګه چې ما د هغې د خور نه اړولے وو.</verse>
				<verse number="19">خو هغه د پخوا نه هم ډېره زياته کنجره شوه لکه څنګه چې هغه په مِصر کښې د خپلې ځوانۍ په عمر کښې کنجره وه.</verse>
				<verse number="20">هغې هلته د خپلو عاشقانو سره شهوت بازى وکړه، د چا شرمګاه چې د خرونو په شان غټ وو او د چا انزال چې د آسونو په شان وُو.</verse>
				<verse number="21">نو تۀ د خپلې ځوانۍ د هغه مستۍ بيا خواهشمنده يې، لکه څنګه چې ستا په پېغلتوب کښې پردو سړو په مِصر کښې ستا د سينو سره لوبې وکړې.“</verse>
				<verse number="22">نو په دې وجه، اے اوحوليبه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ”زۀ به ستا عاشقان ستا خلاف راپاڅوم، د چا نه چې تۀ اوړېدلې يې او نفرت ترې کوې، او زۀ به هغوئ ستا خلاف د هرې خوا نه راولم.</verse>
				<verse number="23">بابليان او ټول د فقود او د شوع او د کوع خلق او هغوئ سره به ټول اسوريان، ښکلې ځوانان سړى، ټول آفسران او حاکمان، د جنګى ګاډو آفسران او د اوچت مقام خلق ټول په آسونو سوارۀ ستا خلاف راولم.</verse>
				<verse number="24">هغوئ به ستا خلاف د وسلو، جنګى ګاډو او ريړو او د ډېرو خلقو او لوئ لښکر سره راشى. هغوئ به ستا خلاف هرې خوا ته مورچه شى او د لويو او وړو ډالونو او جنګى ټوپۍ په سر به په تا حمله وکړى. او زۀ به تا هغوئ ته د سزا دپاره حواله کړم. او هغوئ به د خپل قانون په مطابق تاسو له سزا درکړى.</verse>
				<verse number="25">زۀ به ستاسو خلاف خپله غصه نازله کړم، او هغوئ به تاسو سره د غصې سلوک وکړى. هغوئ به ستاسو پوزې او غوږونه پرې کړى، او په تاسو کښې چې څوک پاتې شى په تُوره به مړۀ کړے شى. هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه بوځى، او تاسو نه چې څوک پاتې شى هغوئ به په اور کښې وسوزولے شى.</verse>
				<verse number="26">هغوئ به ستاسو نه جامې وباسى او قيمتى کالى به درنه واخلى.</verse>
				<verse number="27">نو زۀ به ستا هغه فحاشى او کنجرتوب ختم کړم کوم چې تا په مصر کښې شروع کړے وو. تۀ به نور دې څيزونو ته د خواهش نظر نۀ کوې او نۀ به مِصر يادوې.</verse>
				<verse number="28">نو ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ تاسو هغه خلقو ته حواله کوم چې تاسو ترې نفرت کوئ، هغوئ ته چا نه چې تاسو په بېزارۍ سره مخ اړولے وو.</verse>
				<verse number="29">هغوئ به تاسو سره د نفرت سلوک وکړى او هر هغه څيز به درنه يوسى کوم دپاره چې تاسو محنت کړے دے. تاسو به بربنډ او لغړ پرېږدى، او ستا د زناکارۍ شرم به څرګند شى. ستا فحاشۍ او زناکارۍ</verse>
				<verse number="30">دا هر څۀ په تا باندې راوستل، ځکه چې تۀ نورو قومونو پسې بې‌قراره وې او خپل ځان دې د هغوئ په بُتانو پليت کړو.</verse>
				<verse number="31">تۀ د خپلې خور په لار لاړې، نو زۀ به د هغې پياله ستا په لاس کښې کېږدم.</verse>
				<verse number="32">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ به د خپلې خور پيالۍ وڅښې، يوه لويه او ژوره پيالۍ، دا به تا د خلقو د ټوقو او مسخرو کړى، ځکه چې دا پياله ډکه ده.</verse>
				<verse number="33">تۀ به په خفګان او نشه اخته شې، د تباهۍ او د دهشت پيالۍ، يعنې ستا د خور سامريې پيالۍ.</verse>
				<verse number="34">تۀ به دا وڅښې او تشه به يې کړې، او په ماتو شوو ټوکړو به يې شخوند ووهې او خپله سينه به د غم نه ووهې. ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل.</verse>
				<verse number="35">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د کله نه چې تا زۀ هېر کړے يم او وروستو خپل شا ته دې غورزولے يم، په دې وجه تۀ به خامخا د خپلې شهوت پرستۍ او زناکارۍ سزا وزغمې.“</verse>
				<verse number="36">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، ولې تۀ به د اوحوله او اوحوليبه عدالت وکړې؟ نو هغوئ تۀ د هغوئ حرام کارونه مخامخ کړه.</verse>
				<verse number="37">ځکه چې هغوئ زنا وکړه او د هغوئ لاسونه په وينو سرۀ دى. هغوئ خپلو بُتانو سره زنا وکړه، تر دې چې هغوئ خپل زامن هم بُتانو ته د خوراک دپاره قربانى کړل، کوم چې هغوئ زما دپاره پېدا کړى وُو.</verse>
				<verse number="38">هغوئ ما سره هم دا وکړل چې، په هم هغه وخت کښې هغوئ زما مقدس کور پليت کړو او زما د سبت بې‌حرمتى يې وکړه.</verse>
				<verse number="39">په هغه ورځ چې هغوئ خپل ماشومان خپلو بُتانو ته قربانى کړل، نو په هغه ورځ هغوئ زما مقدس کور ته ننوتل او د دې بې‌حرمتى يې وکړه. دا هغه څۀ دى چې هغوئ زما کور کښې وکړل.</verse>
				<verse number="40">تر دې چې هغوئ د سړو دپاره قاصدان لېږلى وُو څوک چې د لرې ځائ نه راغلل، او کله چې هغوئ راورسېدل تا خپل ځان د هغوئ دپاره پاک کړو او خپلې سترګې دې تورې کړې او لا دا چې ځان دې په سرو زرو سنګار کړو.</verse>
				<verse number="41">بيا تۀ په شانداره صوفې کښېناستلې چې مېز يې په مخکښې پروت وو په کوم چې تا هغه خوشبو او تېل اېښى وُو چې زما وُو.</verse>
				<verse number="42">د ګڼو خلقو شور د هغې سره نزدې وو، تر دې چې مست او عياش خلق يې د صحرا نه راوستل او هغوئ دغه دواړو خوېندو ته په مټو کښې بنګړى واچول او ښکلى تاجونه يې ورته په سر کړل.</verse>
				<verse number="43">نو ما بيا د هغه چا په حقله ووئيل څوک چې د زناکارۍ په وجه ستړې شوې وه، اوس پرېږده چې هغوئ دا لکه د يو کنجرۍ په شان استعمال کړى، ځکه چې هغه هم داسې ده.</verse>
				<verse number="44">او هغوئ د هغې سره زنا وکړه. لکه څنګه چې سړے د زناکارې سره څملى، نو هغوئ د هغه بې‌حيا ښځو اوحوله او اوحوليبه سره څملاستل.</verse>
				<verse number="45">خو صادقان به هغوئ ته د هغو ښځو سزا ورکړى څوک چې زنا او قتل کوى، ځکه چې هغوئ زناکارې دى او لاسونه يې په وينو سرۀ دى.“</verse>
				<verse number="46">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”د هغوئ خلاف لوئ لښکر راوله او هغوئ يرې او لوټ مار ته حواله کړه.</verse>
				<verse number="47">د هغوئ دشمنان به هغوئ سنګسار کړى او په تُوره به يې ووژنى، هغوئ به د دوئ زامن او لوڼه مړۀ کړى او د هغوئ کورونه به وسوزوى.</verse>
				<verse number="48">نو زۀ به په دې مُلک کښې شهوت پرستى ختمه کړم، او ټولو ښځو ته به تنبيه مِلاو شى او هغوئ به نور ستا په نقش قدم نۀ ځى.</verse>
				<verse number="49">تاسو به د خپلې شهوت پرستۍ دپاره سزا وزغمئ او د خپلې بُت پرستۍ د ګناهونو سزا به برداشت کړئ. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">د جلاوطنۍ په نهم کال، د لسمې مياشتې په لسمه ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، د نن ورځې تاريخ وليکه، ځکه چې هم دا نن په دې تاريخ به د بابل بادشاه يروشلم محاصره کوى.</verse>
				<verse number="3">يو مثال دې سرکشه قوم ته ووايه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د پخلى دېګ په اور کېږدئ او اوبۀ په کښې واچوئ.</verse>
				<verse number="4">او په هغې کښې د غوښې بوټۍ واچوئ، ټولې ښې بوټۍ لکه ‎پتون او اوږى غوښه په کښې واچوئ. او د هم داسې ښو هډوکو نه يې ډک کړئ،</verse>
				<verse number="5">د رمې نه د خاص څاروے غوښه په کښې واچوئ، او د دېګ لاندې خشاک کېږدئ. او اوبۀ وويشوئ، او هډوکى هم د غوښې سره پاخۀ کړئ.</verse>
				<verse number="6">نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى د قاتلانو په ښار، لکه د هغه دېګ په شان چې زنګ وهلے وى د چا ګندګى چې نۀ اخوا کيږى، دېګ په يو شان سره خالى کړئ او خوښه نا خوښه مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="7">کومه وينه چې يروشلم تويه کړه نو هغه په ميدان کښې په يو کولاو ګټ تويه شوه، داسې نۀ وو شوے چې ګنې په زمکه تويه شوه او دوړې پټه کړه.</verse>
				<verse number="8">نو په دې وجه به زۀ خپله غصه راوپاروم او د هغوئ نه به بدله واخلم او د هغۀ وينه به په کولاو کاڼى تويه کړم چې دا هم ښکاره وى.</verse>
				<verse number="9">نو ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى د وينو تويولو په ښاريې يروشلم باندې. زۀ به هم ورته د اور بلولو دپاره لرګى ډېرے کړم.</verse>
				<verse number="10">نو خشاک راجمع کړئ، او اور بل کړئ. غوښه ښه پخه کړئ او مصالحه ورباندې واچوئ او د هډوکو سره يې سکارۀ کړئ.</verse>
				<verse number="11">بيا هغه د تانبې خالى دېګ په سکارو باندې کېږده چې دا ګرم شى او تانبه يې تکه سره شى او ناپاکى په کښې ويلې شى او د هغې زنګ وسوزيږى.</verse>
				<verse number="12">خو دا ټول کارونه بې‌فائدې وُو، تر دې چې د دې ډېر زيات زنګ په اور هم اخوا نۀ شو.</verse>
				<verse number="13">نو اوس تا په خپلو بې‌حيا کارونو خپل ځان پليت کړے دے. ځکه ما کوشش وکړو چې تا د خپلو پليتو عملونو نه پاک کړم، خو تۀ پاک نۀ شوې، تۀ به تر هغې پاک نۀ شې ترڅو چې زۀ خپله مکمله غصه په تا نازله کړم.</verse>
				<verse number="14">ما مالِک خُدائ وفرمائيل. زما دپاره هغه وخت رارسېدلے دے چې خپله کاروائى وکړم. زۀ به وروستو نۀ شم، زۀ به رحم نۀ کوم، او نۀ به پښېمانه شم. ستاسو د چال چلن او عملونو په مطابق به ستاسو عدالت وکړم، مالِک خُدائ داسې فرمائى.“</verse>
				<verse number="15">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="16">”اے بنى آدمه، په يو ګزار سره به زۀ ستا د سترګو تور، ستا ښځه ختمه کړم. خو تۀ مۀ د غم سندرې وايه مۀ ژړا کوه او مۀ اوښکې تويوه.</verse>
				<verse number="17">چغې سورې مۀ وهه، د مړى دپاره غمرازى مۀ کوه، خپل پټکے په سر وتړه او خپلې څپلۍ دې په پښو کښې واچوه، د خپل مخ لاندې برخه مۀ پټوه او د مړى خېرات مۀ خوره.“</verse>
				<verse number="18">نو ما په سحر کښې خلقو ته وفرمائيل، او بيا په ماښام کښې زما ښځه مړه شوه. او په بل سحر ما هغه شان وکړل لکه څنګه چې ما ته حکم شوے وو.</verse>
				<verse number="19">نو بيا خلقو زما نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ به مونږ ته دا ووائې چې ستا د دې کارونو زمونږ دپاره څۀ مطلب دے؟“</verse>
				<verse number="20">نو ما هغوئ ته ووئيل، ”د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="21">د بنى اِسرائيلو قوم ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ اوس د خپلې مقدسې قربان‌ګاه بې‌حرمتى کوم، هغه مضبوط مقام چې تاسو پرې فخر کوئ ورانوم، ستاسو د سترګو تور يعنې ستاسو ښځې، او ستاسو د زړۀ اُميد تباه کوم. او کوم زامن او لوڼه چې تاسو پرېښودل هغوئ ټول به په تُوره قتل کړے شى.</verse>
				<verse number="22">او تاسو به هغه کار وکړئ کوم چې ما وکړو. تاسو به د خپل مخ لاندې حِصه نۀ پټوئ او نۀ به د مړى خېرات خورئ.</verse>
				<verse number="23">تاسو به په خپل سر باندې پټکے ساتئ او پېزار به په پښو کوئ. تاسو به غم او ژړا نۀ کوئ، او تاسو به په خپله ګناه کښې ضائع شئ او تاسو به په خپلو ټولو ګناهونو ماتم کوئ.</verse>
				<verse number="24">ستاسو دپاره حزقى‌ايل يو نمونه دے، تاسو به هم هغه څۀ کوئ څۀ چې هغۀ وکړل. کله چې داسې وشى نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.</verse>
				<verse number="25">او تۀ اے بنى آدمه، په کومه ورځ چې زۀ د هغوئ مضبوط قلعه، د هغوئ خوشحالى او فخر، د هغوئ د سترګو تور يعنې د هغوئ ښځې، د هغوئ د زړۀ خواهشونه، او د هغوئ زامن او لوڼه ترې نه واخلم</verse>
				<verse number="26">نو په هم هغه ورځ به د يروشليم نه يو بچ شوے سړے تا له راشى او هغه به تا له خبر راوړى.</verse>
				<verse number="27">نو هم په هغه وخت کښې به ستا خولۀ کولاو شى، او تۀ به د هغۀ سره خبرې وکړې او نور به تۀ خاموشه پاتې نۀ شې. نو تۀ به د هغوئ دپاره نمونه يې، او هغوئ به په دې باندې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه خپل مخ دې د عمونيانو په خلاف راوګرځوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه.</verse>
				<verse number="3">عمونيانو ته ووايه چې، د مالِک قادر مطلق خُدائ‎ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کله چې زما د عبادتخانې بې‌عزتى کېدله او د بنى اِسرائيلو زمکه شاړه کېدله او د يهوداه خلق جلاوطن کېدل نو تاسو خوشحالى وکړه،</verse>
				<verse number="4">نو زۀ په دې وجه تاسو د مشرق خلقو ته د ميراث په توګه حواله کوم. هغوئ به ستاسو په مينځ کښې خپل کېمپونه جوړ کړى او خېمې به ودروى، هغوئ به ستاسو مېوې وخورى او ستاسو پئ به وڅښى.</verse>
				<verse number="5">زۀ به د ربه ښار نه د اوښانو د څرن ځائ جوړ کړم او د عمون نه به د ګډو شپول جوړ کړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="6">نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې تاسو د بنى اِسرائيلو خلاف خپل لاسونه وپړقول او خپلو پښو سره مو زمکه ودربوله، او تاسو د بنى اِسرائيلو د مُلک په تباهۍ خوشحالى وکړه،</verse>
				<verse number="7">نو په دې وجه به زۀ خپل لاس ستاسو خلاف دروغزوم او تاسو به نورو قومونو ته د غنيمت په توګه حواله کړم. زۀ به ستاسو قوم ختم کړم او تاسو به خانه بدوش کړم او تاسو به تباه کړم. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
				<verse number="8">”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، نو ځکه چې موآب او سعير وائى وګوره، د يهوداه قوم لکه د نورو ټولو قومونو په شان شو،</verse>
				<verse number="9">نو په دې وجه، زۀ به د موآب سرحدى ښارونه حملې دپاره پرېږدم چې په هغې کښې د بيت‌يسيموت، بعل معون او قِريَتائم ښکلى ښارونه شامل دى.</verse>
				<verse number="10">زۀ به د مشرق په خلقو موآب او عمونيان قبضه کړم، نو بيا به نور عمونيان د دُنيا په مُلکونو کښې نۀ ياديږى،</verse>
				<verse number="11">زۀ به په موآبيانو د سزا حکم وکړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“</verse>
				<verse number="12">”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې ادوم د يهوداه د قوم نه په بدله اخستو سره سخت مجرم وګرځولے شو.</verse>
				<verse number="13">نو په دې وجه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به خپل لاس د ادوم خلاف وغزوم او د هغۀ خلق او ځناور به ووژنم. زۀ به دا د تيمان نه واخله تر ددان پورې وران ويجاړ کړم او هغوئ به په تُوره قتل کړم.</verse>
				<verse number="14">زۀ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په لاس خپله بدله د ادوميانو نه واخلم، او هغوئ به ورسره زما د قهر و غضب په مطابق رفتار وکړى، هغوئ به زما په بدله اخستو پوهه شى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“</verse>
				<verse number="15">”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، فلستيانو د يهوداه نه بې‌رحمه بدله واخسته، او هغوئ د خپل زړۀ پخوانۍ کينه او دشمنى ورسره ښکاره کړه.</verse>
				<verse number="16">نو په دې وجه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به د فلستيانو خلاف خپل لاس ورغزوم، او زۀ به چريتيان ختم کړم او څوک چې د سمندر په غاړه اوسيږى هغوئ به تباه کړم.</verse>
				<verse number="17">او زۀ به د هغوئ نه سخته بدله واخلم او په خپل غضب کښې به ورله سزا ورکړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم، کله چې زۀ د هغوئ نه بدله واخلم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">د جلاوطنۍ په يوولسم کال، د مياشتې په وړومبۍ ورځ کښې د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، ځکه چې صور د يروشلم په حقله داسې وئيلى دى چې، آو، د دې قومونو دروازه ماته شوې ده، او د هغوئ دروازې بلکل زما دپاره کولاو دى، نو اوس هغه تباه پرته ده نو زۀ به آباده شم.</verse>
				<verse number="3">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، اے صوره زۀ ستا خلاف يم، زۀ به ستا خلاف ډېر قومونه راوچت کړم لکه څنګه چې سمندر خپلې چپې راوچتوى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ به د صور دېوالونه تباه کړى او د هغۀ برجونه به راګزار کړى او زۀ به د هغوئ ملبه داسې جارُو کړم چې لکه د صفا ګټ په شان پاتې شى.</verse>
				<verse number="5">دا به لکه په سمندر کښې د ماهيګرو د جال د خورولو ځائ په شان وى، ځکه چې ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل چې، نور قومونه به هغه په آسانۍ سره لوټ کولے شى.</verse>
				<verse number="6">او په هغه اصلى زمکه باندې به د هغې اوسېدونکى په تُورو قتل شى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="7">نو ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به د شمال د خوا نه د بابل بادشاه نبوکدنضر د بادشاهانو بادشاه، د آسونو او جنګى ګاډو، د سوارو او د لوئ لښکر سره د هغوئ خلاف راولم.</verse>
				<verse number="8">او په هغه اصلى زمکه به د هغې اوسېدونکى په تُورو قتل شى، هغه به ستا خلاف د خاورو ډېرے جوړ کړى، او ستاسو دېوالونو ته به لارې جوړې کړى او خپل ډالونه به ستا خلاف راوچت کړى.</verse>
				<verse number="9">هغه به ستا دېوالونه په مشين سره راګزار کړى او په خپلې وسلې سره به ستا برجونه راونړوى.</verse>
				<verse number="10">د هغوئ آسونه به دومره زيات وى چې په خپلو دوړو کښې به تا پټ کړى. او د جنګى آسونو د شور نه به ستا دېوالونه په لړزان شى، د هغې بګۍ او جنګى ګاډۍ چې کله ستا د ښار دروازې ته درننوځى دا به د هغه ښار په شان وى د چا دېوالونه چې د مخکښې نه وران شوى وى.</verse>
				<verse number="11">ستا لارې کوڅې به د خپلو آسونو د پښو د نوکو لاندې کړى، او هغه به ستا خلق په تُوره قتل کړى، او ستا مضبوطې ستنې به په زمکه لاندې راوغورزيږى.</verse>
				<verse number="12">هغوئ به ستا مال دولت لوټ کړى او ستا د تجارت سامان به لوټ کړى، هغوئ به ستا دېوالونه مات کړى او ستا ښکلې کورونه به راوغورزوى او ستا کاڼى، لرګى او ملبه به په سمندر کښې وغورزوى.</verse>
				<verse number="13">زۀ به ستا د سندرو آواز ختم کړم او ستا د رباب آواز به نور نۀ اورېدلے کيږى.</verse>
				<verse number="14">زۀ به تا بربنډ ګټ کړم، او تۀ به هغه ځائ وګرځې چرته چې خلق د ماهيانو جال خوروى. تۀ به بيا آباد نۀ شې ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="15">دا هغه څۀ دى چې مالِک قادر مطلق خُدائ يې صور ته فرمائى، آيا د سمندر ساحلى ځايونه به ستا د راغورزېدو د آواز په وجه د يرې نه ونۀ لړزيږى کله چې زخميان چغې سورې وهى او په تا کښې خلق حلاليږى؟ ‎</verse>
				<verse number="16">نو بيا به د ساحل ټول شهزادګان د خپلو تختونو نه راکوز شى او خپله چُوغه به وباسى او خپلې د ګُلکارۍ جامې به يوې خوا ته کېږدى. هغوئ به د غم لباس واچوى په زمکه به کښېنى او د يرې نه به ريږدى، او ستا په تباهۍ به خفه کيږى.</verse>
				<verse number="17">نو بيا به هغوئ ستا په حقله د غم په مرثيو کښې داسې وائى، تۀ څنګه تباه شوې، د سمندرونو خلق به ستاسو مُلک قبضه کړى، اے مشهورې ښاريې، يو وخت داسې وو چې تا په سمندر بادشاهى کوله او په ټوله دُنيا مو يره خوره کړې وه.</verse>
				<verse number="18">نو اوس ساحلى علاقه ستا د راغورزېدلو په ورځ لړزيږى، په سمندر کښې جزيرې ستا په راغورزېدلو په لړزان شوې دى.</verse>
				<verse number="19">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کله چې زۀ ستا ښار په کنډرو بدل کړم، لکه د هغه ښار په شان چې په کښې کله څوک نۀ وى آباد شوى، او کله چې زۀ د سمندر د تل نه اوبۀ په تا راوخېژوم او په هغه ډوبو اوبو کښې غرق شې،</verse>
				<verse number="20">نو بيا به زۀ تا د هغه چا سره لاندې کندې ته بوځم، هغه خلقو له څوک چې ډېر وړاندې تېر شوى دى. او زۀ به تا په لاندې زمکه کښې اوسوم، لکه د پخوانو تباه شوو سره به اوسيږى، د هغوئ سره څوک چې لاندې کندې ته روان وى، نو تۀ به بيا هيڅکله راواپس نۀ شې او نۀ به د ژوندو په دُنيا کښې خپل ځائ ته ورسېږې.</verse>
				<verse number="21">زۀ به تاسو په دردناک مرګ ووژنم او تۀ به نور په دُنيا کښې نۀ يې. ستا لټون به کولے شى خو تۀ به هيڅکله نۀ پېدا کېږې. مالِک قادر مطلق داسې فرمائى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، د صور په حقله د غم مرثيه ووايه.</verse>
				<verse number="3">صور ته ووايه، چې تۀ د سمندر په غاړه پروت يې او د سمندر د غاړې ډېرو خلقو سره تجارت کوې، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، اے صوره تا د خپل ځان په حقله وئيل چې زما د ښائست جواب نشته.</verse>
				<verse number="4">ستا حدونه د سمندر مينځ پورې رسېدلى دى. ستا جوړونکو ستا ښائست لاجوابه جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="5">تۀ لکه د سمندر د هغه کشتۍ په شان وې چې د حرمون د غرۀ د نختر لرګى نه جوړه شوې وې او هغوئ د دِيار لرګى د لبنان نه راوړل چې ستا دپاره يوه ستن ترې جوړه کړى.</verse>
				<verse number="6">هغوئ د څېړۍ لرګى د بسن نه راوړل او ستا د چلولو چپو يې ترې جوړ کړل، هغوئ ستا فرش د قبرص د نخترو نه جوړ کړو په دې باندې يې د هاتى د غاښونو کار وکړو.</verse>
				<verse number="7">ستا بادبان د مِصر د ګُلکارۍ د کتان نه جوړ وو، او دا ستا په سر باندې لکه د جنډې په شان رپېدو، ستا شاميانه د کاسنى او آسمانى رنګى کپړې وه چې د اِليسه د ساحلى علاقې نه راوړلے شوې وه.</verse>
				<verse number="8">د صيدا او ارود کسان ستا چپو وهونکى وُو. اے صوره، ستا هوښيار کسان ستا ماڼکيان وُو.</verse>
				<verse number="9">د جبل د علاقې نه په کار پوهه او هوښيار کسان په کشتۍ کښې وُو چې ستا چاؤدونه بند کړى. د سمندر ټولې کشتۍ او د دې ماڼکيان راغلل چې ستا د مال تجارت وکړى.</verse>
				<verse number="10">د فارس، لِديه او ليبيا فوجيان ستا په لښکر کښې شامل وُو. هغوئ خپل ډالونه او ټوپۍ ستا په دېوالونو راځوړند کړل چې تا ته شان و شوکت مِلاو شى.</verse>
				<verse number="11">د ارود او د حيلک سړو د هرې خوا نه ستا د دېوالونو حفاظت وکړو، او د جماد خلق ستا په برجونو کښې وُو. هغوئ خپل ډالونه ستا په دېوالونو راځوړند کړل، هغوئ ستا حُسن مکمل کړو.</verse>
				<verse number="12">ترسيس تا سره کاروبار وکړلو ځکه چې تا سره هر قسم سامان ډېر زيات مِلاوېدلو، او ستا د څيزونو په بدله کښې هغوئ تا ته سپين زر، اوسپنه، ټيم او سيکه درکوله.</verse>
				<verse number="13">يونان، توبل او مسک تا سره کاروبار وکړو، هغوئ ستاسو د سامان په بدل کښې غلامان او د زېړو څيزونه درکړل.</verse>
				<verse number="14">د بيت‌تُجرمه خلقو د څيزونو په بدل کښې تاسو له آسونه، جنګى آسونه او قچرې درکړې.</verse>
				<verse number="15">د ددان خلقو تاسو سره کاروبار وکړو، او د ډېرو ساحلى علاقو خلق ستا ګاهکان وُو، هغوئ تا ته د هاتى غاښونه او د آبنوس لرګى درکړل.</verse>
				<verse number="16">د شام خلقو تا سره کاروبار وکړو ځکه چې په تا کښې هر قسم څيز مِلاوېدو، هغوئ ستا د سامان په بدله کښې تا له زمرد کاڼى کاسنى او آسمانى رنګى کپړې، ګُلکارى، نرم کتان، مرجان او ياقوت درکول.</verse>
				<verse number="17">يهوداه او بنى اِسرائيلو تا سره کاروبار وکړو، او هغوئ ستا د څيزونو په بدله کښې تا ته د مِنيت نه غنم، اينځر، شات، د ‎زيتُونو تېل او مصالحې درکړې.</verse>
				<verse number="18">دمشق تا سره د ډېر پېداوار او د مال د زياتوالى په وجه، کاروبار وکړو او د دې څيزونو په بدله کښې يې د حلبون مے او د صاحر وړۍ درکړه.</verse>
				<verse number="19">د ودان او يونان خلقو ستاسو نه څيزونه اخستل او د هغې په بدله کښې يې تاسو ته د کار اوسپنه او خوشبودارې مصالحې درکولې.</verse>
				<verse number="20">د ددان خلقو د آسونو د قيمتى زينونو کاروبار تاسو سره کولو.</verse>
				<verse number="21">د عربو او د قيدار ټول شهزادګان ستا خريدار وُو، هغوئ تاسو سره د ګډورو، ګډانو، او چېلو کاروبار وکړو.</verse>
				<verse number="22">د شيبا او راماه خلقو تا سره کاروبار وکړو، ستاسو د څيزونو په بدله کښې هغوئ تاسو له اعلىٰ مصالحې، قيمتى کاڼى او سرۀ زر درکول.</verse>
				<verse number="23">د حاران، کنه او عدن، د شيبا سوداګرو او د اسور او کِلمد خلقو هم تا سره تجارت وکړو.</verse>
				<verse number="24">ستاسو په بازارونو کښې هغوئ تاسو سره د ښکلې کپړې، د آسمانې رنګې کپړې، د ګُلکارۍ او د رنګينه قالينونو چې پړى ترې تاو وُو او چې ګُلکارۍ يې کلکې تړلے شوې وې کاروبار وکړو.</verse>
				<verse number="25">د ترسيس بيړو ستا د سامان په وړولو کښې مدد کولو، او د سمندر په زړۀ کښې تۀ د دروند مال نه ډکه وې.</verse>
				<verse number="26">ستا چپو وهونکو تۀ لوئ سمندر ته راورسولې، خو د مشرق هواګانې به تا د سمندر په مينځ کښې ماته کړى.</verse>
				<verse number="27">ستا مال دولت، د تجارت سامان او مال، ستا د بيړۍ ټول چلوونکى، جوړونکى او پوهان، ستا تاجران، او ستا ټول فوجيان، او نور ټول هغه کسان چې په کشتۍ کښې ناست دى به د سمندر په زړۀ کښې ډوب شى په کومه ورځ چې ستا کشتۍ تباه شى.</verse>
				<verse number="28">ستا د ماڼکيانو د چغو په وجه به د سمندر په غاړه خلق د يرې نه ولړزيږى.</verse>
				<verse number="29">هغه ټول چپو وهونکى به خپله کشتۍ پرېږدى، ماڼکيان او نور کار کوونکى به د ساحل په غاړه ودريږى.</verse>
				<verse number="30">هغوئ به خپل آواز اوچت کړى او په تا به سخته ژړا کوى، هغوئ به په خپلو سرونو خاورې او دوړې وشيندى او په ايرو کښې به ورغړى.</verse>
				<verse number="31">هغوئ به ستا په وجه خپل سرونه ګنجى کړى او د ټاټ جامې به واچوى. هغوئ به په تا په پرېشانه زړۀ سره ژړا وکړى.</verse>
				<verse number="32">کله چې هغوئ په تا باندې ژړا او وير کوى، هغوئ به ستا په حقله د غم مرثيه وائى، څوک لکه د صور په شان خاموشه وو، چې سمندر يې محاصره کړے وو؟</verse>
				<verse number="33">کله چې به ستا د تجارت مال په سمندر کښې نورو مُلکونو ته وړلے کېدو، تا ډېر مُلکونه ماړۀ کړل. ستا د ډېر مال دولت او مال سره تا د زمکې بادشاهان ماړۀ کړل.</verse>
				<verse number="34">اوس تۀ د سمندر په ژورو اوبو کښې مات او ډوب شوے يې، ستا سامانونه او ستا کارکوونکى ټول تا سره لاندې ډوب شول.</verse>
				<verse number="35">هر هغه څوک چې د سمندر په غاړه اوسيږى، هغوئ تا ته حېران دى، د هغوئ بادشاهان يرې اخستى دى او پرېشانه شوى دى او شکلونه يې د يرې نه په بله اوړېدلى دى.</verse>
				<verse number="36">د قومونو سوداګرو ستا په حقله په خپلو کښې وائى چې توبه توبه، کله چې هغوئ ستا خراب اَنجام وليدو او تۀ د تل دپاره نيست نابود شوې.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="28">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، د صور حکمران ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې تا د خپل زړۀ په مغرورتيا کښې وئيل چې، زۀ خُدائ يم او زۀ د خُدائ په تخت د سمندر په زړۀ کښې ناست يم. خو تۀ انسان يې او خُدائ پاک نۀ يې، اګر چې ستا دا خيال دے چې تۀ د خُدائ په شان هوښيار يې.</verse>
				<verse number="3">ولې تۀ دانيال نه ډېر هوښيار يې چې يو راز هم ستا نه پټ نۀ دے؟</verse>
				<verse number="4">ستا په خپل عقل او پوهه تا د خپل ځان دپاره مال دولت راجمع کړو او په خپله خزانه کښې دې سرۀ او سپين زر راغونډ کړل.</verse>
				<verse number="5">په تجارت کښې د ډيرې پوهې په ذريعه تا خپل مال دولت زيات کړو، او د مال دولت په وجه ستا زړۀ ډېر مغروره شو.</verse>
				<verse number="6">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ځکه چې ستا خيال دا دے چې تۀ هوښيار يې، لکه د خُدائ په شان هوښيار يې،</verse>
				<verse number="7">زۀ به ستا خلاف د غېرو قومونو نه د ټولو نه زيات بې‌رحمه خلق راولم، هغوئ به ستا د حُسن او عقل خلاف خپلې تُورې راوکاږى او ستا ځلېدونکے شان او شوکت به پليت کړى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ به تا کندې ته ښکته کړى او تۀ به د سمندر په زړۀ کښې په بې‌دردۍ سره مړ شې.</verse>
				<verse number="9">ولې تۀ به بيا د قاتلانو په مخکښې ووائې چې زۀ خُدائ يم؟ هيڅکله نه. تۀ به صرف انسان يې، خُدائ نه، د هغوئ په لاسونو کښې څوک چې تا حلالوى.</verse>
				<verse number="10">تۀ به د غېرو قومونو په لاسونو لکه د ناسنتو په شان مړ شې. ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائيلى دى.“</verse>
				<verse number="11">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="12">”اے بنى آدمه، د صور د بادشاه په حقله د غم مرثيه ووايه او هغۀ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ د کامليت نمونه وې، د عقل نه ډک وې او ستا حُسن د کمال وو.</verse>
				<verse number="13">تۀ په باغِ عدن کښې، د مالِک خُدائ په باغ کښې وې، هر قسم قيمتى کاڼو لکه ياقوت، طوپاز، هيره، ايکوامرين، اونيکس کاڼى، جاسپر، نيلم، زمرد او لعلونو تۀ ښائسته کړے وې. تۀ د سرو زرو کار ښکلے کړے وې. په کومه ورځ چې ستا تخليق وشو دا ستا دپاره تيار کړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="14">ما تۀ د وزرو والا مخلوق په شان مسح شوے او ساتونکے مقرر کړې او تۀ د خُدائ پاک په مقدس غر وې، او تۀ د بلېدونکو کاڼو په مينځ کښې ګرځېدلې.</verse>
				<verse number="15">ستا د پېدايښت د ورځې نه ستا چال چلن بې‌داغه وو تر دې چې په تا کښې بدکارى پېدا شوه.</verse>
				<verse number="16">تۀ د خپل ډېر زيات تجارت په وجه د ظلم زياتې نه ډک شوې او ګناه دې وکړه. نو ما بيا تۀ په بې‌عزتۍ سره د خُدائ پاک د غرۀ نه وشړلې، او ما تۀ اے حفاظت کوونکې فرښتې د هغه بلېدونکو کاڼو نه وشړلې.</verse>
				<verse number="17">ستا زړۀ په خپل حُسن باندې مغروره شو، او تا خپل عقل د خپل شان او شوکت په وجه خراب کړو. نو ما تۀ زمکې ته راوغورزولې، او بادشاهانو ته مې تماشه جوړه کړې.</verse>
				<verse number="18">تا په خپلو ډېرو ګناهونو او بې‌ايمانه تجارت خپل د عبادت ځايونه ګنده کړل. نو ما په تا اور ولګولو او هغۀ تۀ وسوزولې، او تۀ مې په زمکه د ټولو هغه کسانو په وړاندې په ايرو بدل کړې چې ستا تماشه يې کوله.</verse>
				<verse number="19">ټولو هغه مُلکونو چې تۀ يې پېژندلې تا ته حېران دى، ستا مرګ به ډېر خطرناک وى او تۀ به نور په دُنيا کښې پاتې نۀ شې.“</verse>
				<verse number="20">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="21">”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د صيدا خلاف کړه، د هغې خلاف پېشګوئې وکړه</verse>
				<verse number="22">او ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ ستا خلاف يم اے صيدا، او زۀ به په تا کښې جلال حاصل کړم. نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. کله چې زۀ په هغې د سزا فېصله وکړم او خپل ځان په هغې کښې مقدس ښکاره کړم.</verse>
				<verse number="23">زۀ به په هغې وبا راولم او د هغې په کوڅو کښې به وينې روانې کړم. د هرې خوا نه به په تا حملې کيږى، ستا خلق به په کښې په تُوره مړۀ شى. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
				<verse number="24">”د بنى اِسرائيلو د خلقو به نور کينه لرونکى ګاونډيان نۀ وى کوم چې لکه د درد ورکونکى ازغو او تېرۀ غنو په شان وُو. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="25">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، کله چې زۀ د بنى اِسرائيلو قوم د هغه مُلکونو نه راغونډ کړم کومو مُلکونو ته چې هغوئ خوارۀ وارۀ شوى وُو، زۀ به د هغوئ په مينځ کښې او د نورو قومونو په وړاندې خپل ځان مقدس وښايم. نو بيا به هغوئ په خپل مُلک کښې اوسيږى، کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے وو.</verse>
				<verse number="26">هغوئ به هلته په امن سره ژوند تېروى او هغوئ به کورونه جوړ کړى او د انګورو بوټى به وکَرى. زۀ به د هغوئ هغه ټولو ګاونډيانو له سزا ورکړم چا چې ورپورې ټوقې کړې وې. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ د هغوئ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="29">
				<verse number="1">زمونږ د جلاوطنۍ د لسم کال د لسمې مياشتې په دولسمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، د مِصر د بادشاه فِرعون په خلاف خپل مخ ورواړوه. د هغۀ او د ټول مِصر خلاف پېشګوئې وکړه.</verse>
				<verse number="3">هغۀ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د مِصر بادشاه فِرعونه، زۀ ستا خلاف يم، تۀ لکه د يو لوئ اژدها په شان په خپلو نِهرونو کښې غزېدلے يې او تۀ دا وائې چې دريائے نيل زما دے او دا ما د خپل ځان دپاره جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="4">زۀ به ستا په خولۀ کښې کُنډه واچوم او د هغه نِهرونو ټول کبان به ستا څرمن پورې ونښلوم. او زۀ به تا سره د هغه ټولو کبانو د نِهرونو نه راوکاږم کوم چې ستا څرمن پورې انښتى وى.</verse>
				<verse number="5">زۀ به تا او ستا د نِهرونو هغه ټول کبان په صحرا کښې پرېږدم. تۀ به په اوچه زمکه پروت يې او تۀ به نۀ راغونډ او نۀ اوچت کړے شې. زۀ به تا د زمکې د ځناورو او د هوا د مارغانو خوراک کړم.</verse>
				<verse number="6">نو بيا به هغوئ ټول په دې پوهه شى څوک چې په مِصر کښې اوسيږى چې زۀ مالِک خُدائ يم. تۀ د بنى اِسرائيلو د قوم دپاره صرف د لوخې امسا په شان وې.</verse>
				<verse number="7">کله چې تۀ هغوئ په خپل لاس کښې ونيولې نو تا دړه وکړه او د هغوئ اوږه دې سورۍ کړه، او کله چې هغوئ په تا تکيه وکړه، نو ستا ملا ماته شوه.</verse>
				<verse number="8">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به ستاسو خلاف تُوره راواخلم او ستاسو سړى او د هغوئ ځناور به قتل کړم.</verse>
				<verse number="9">نو مِصر به په صحرا او شاړه زمکه بدل شى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. ځکه چې تا وئيل چې، دريائے نيل زما دے، هغه ما جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="10">نو په دې وجه زۀ ستا او ستا د نِهرونو خلاف يم، او زۀ به د مِصر مُلک تباه او وران ويجاړ کړم د مجدال نه تر اسوان پورې، او د ايتهوپيا د سرحدونو پورې.</verse>
				<verse number="11">نۀ به د انسان او نۀ به د ځناورو قدم په تا تېر شى، او د څلوېښتو کالو پورې به په کښې هيڅ څوک هم نۀ اوسيږى.</verse>
				<verse number="12">زۀ به د مِصر حال د خوا او شا ورانو مُلکونو نه بدتر کړم. او د هغۀ ښارونه به د تباه شوو ښارونو په مينځ کښې د څلوېښتو کالو پورې تباه پراتۀ وى. او زۀ به مِصريان په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ وارۀ کړم.</verse>
				<verse number="13">نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به مِصريان د څلوېښتم کال په آخر کښې د هغه مُلکونو نه رايوځائ کړم کوم ته چې هغوئ خوارۀ شوى وُو.</verse>
				<verse number="14">زۀ به هغوئ بيا بحال کړم او خپل اصلى او د پلار نيکۀ مُلک جنوبى مِصر ته راولم. او هلته به د هغوئ يو کمزورے بادشاهت وى.</verse>
				<verse number="15">دا به د نورو بادشاهتونو په مينځ کښې د ټولو نه کمزورے بادشاهت وى او کله به هم په نورو بادشاهتونو خپل ځان اوچت نۀ کړى. زۀ به دا دومره کمزورے کړم چې دا به هيڅکله هم په نورو قومونو حکومت ونۀ کړى.</verse>
				<verse number="16">بنى اِسرائيل به نور په مِصر تکيه نۀ کوى خو دا به هغوئ ته د خپلې هغه ګناه کولو يو يادګار وى چې کله به دوئ د هغوئ نه مدد غوښتلو. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
				<verse number="17">په اوويشتم کال، د وړومبۍ مياشتې په وړومبۍ ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="18">”اے بنى آدمه، د بابل بادشاه خپل فوجيان د صور خلاف د حملې دپاره ورولېږل، تر دې چې د سخت جنګ په وجه ګنجيان شول او د هغوئ اوږې پولۍ شوې، خو د دې ټول تکليف باوجود بادشاه او هغوئ تش لاس راغلل.</verse>
				<verse number="19">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ د مِصر مُلک نبوکدنضر د بابل بادشاه له ورکوم، او هغه به د دې مال دولت ځان سره يوسى. هغه به دا لوټ کړى، خپلو فوجيانو ته به يې په تنخواه کښې حساب کړى.</verse>
				<verse number="20">ما هغۀ ته په انعام کښې مِصر ورکړو د هغه کار په بدل کښې کوم چې هغۀ او د هغۀ فوجيانو زما دپاره کړے دے. مالِک خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="21">چې کله دا هر څۀ وشى نو زۀ به بنى اِسرائيلو له نوے طاقت ورکړم. اے حزقى‌ايله، په هغه وخت به زۀ ستا خولۀ کولاو کړم او تۀ به دوباره د هغوئ په مينځ کښې خبرې شروع کړې. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="30">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه پېشګوئې وکړه او ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، وير وکړئ او ووايئ، افسوس دې وى په هغه ورځ</verse>
				<verse number="3">ځکه هغه ورځ رانزدې ده، د مالِک خُدائ ورځ رانزدې ده، د تورو تيارو ورځ، دا به د قومونو دپاره د قيامت ورځ وى.</verse>
				<verse number="4">د مِصر خلاف به تُوره رانازله شى، او په ايتهوپيا باندې به غم نازل شى. کله چې مِصر کښې مړى وشى، د هغۀ مال دولت به لوټ شى او د هغۀ بنيادونه به د بېخه وران شى.</verse>
				<verse number="5">د ايتهوپيا، ليبيا، د لِديه، عربو، او د کوب زما د غوره شوى مُلک خلق به د مِصر سره په تُوره قتل کړے شى.</verse>
				<verse number="6">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، مِصر او د هغۀ اِتحاديان به ووژلے شى او د هغۀ د کبر کاسه به نسکوره شى. د مجدال نه تر اسوان پورې به هغوئ د هغۀ سره په تُوره قتل کړے شى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="7">هغوئ به د نورو ورانو مُلکونو په مينځ کښې برباد وى، او د هغوئ ښارونه به د تباه شوو ښارونو په مينځ کښې پراتۀ وى.</verse>
				<verse number="8">نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ په مِصر اور ولګوم او د هغۀ ټول مددګاران قتل شى.</verse>
				<verse number="9">په هغه ورځ به پېغام رسوونکى زما نه په کشتۍ کښې روان شى چې د ايتهوپيا مغروره خلق ويروى. د مِصر د تباهۍ په ورځ به هغوئ ډېر پرېشانه شى، په يقين سره هغه ورځ راروانه ده.</verse>
				<verse number="10">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به د بابل بادشاه نبوکدنضر په وسيله ګڼ مِصريان ختم کړم.</verse>
				<verse number="11">هغه او د هغۀ فوجيان چې په ټولو قومونو کښې ظالمان دى د دې مُلک د تباهۍ دپاره به راوستے شى. هغوئ به خپلې تُورې د مِصر خلاف راوباسى او هغه به د مړو نه ډک کړى.</verse>
				<verse number="12">زۀ به دريائے نيل اوچ کړم او هغه زمکه به په بدعملو خلقو خرڅه کړم. د غېرو خلقو په لاس به دا زمکه او په دې کښې هر څۀ شاړ کړم. ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.</verse>
				<verse number="13">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به بُتان تباه کړم او په ميمفِس کښې مجسمې به ختمې کړم. نور به په مِصر کښې شهزاده نۀ وى، او زۀ به په ټول مُلک دهشت خور کړم.</verse>
				<verse number="14">زۀ به بره مِصر تباه کړم، او ضُعن ته به اور ولګوم، او تيبس ته به سزا ورکړم.</verse>
				<verse number="15">زۀ به خپل غضب د مِصر په مضبوط ښار پلوسيوم نازل کړم. او د تيبس ګڼ خلق به تباه کړم.</verse>
				<verse number="16">زۀ به په مِصر اور ولګوم او پلوسيوم به د درد نه تاويږى. تيبس به په مينځ نيم کړم، او ميمفِس به په مسلسله پرېشانۍ کښې وى.</verse>
				<verse number="17">د هليوپوليس او بوبستيس ځوانان به په تُوره مړۀ شى، او دا ښارونه به په خپله قبضه کړے شى.</verse>
				<verse number="18">په تحفنحيس کښې به د ورځې تيارۀ شى کله چې زۀ د مِصر جغ مات کړم او د هغۀ زور به ختم شى. هغه به په وريځو کښې پټ شى، او د هغۀ کلى به قبضه کړے شى.</verse>
				<verse number="19">نو زۀ به په مِصر سزا نازله کړم، او هغوئ به پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
				<verse number="20">په يوولسم کال د وړومبۍ مياشتې په اوومه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="21">”اے بنى آدمه، ما د مِصر د بادشاه فِرعون لاس مات کړو. هغه د رغېدلو دپاره ونۀ تړلے شو او نۀ ورسره تخته ولګولے شوه چې هغه دومره مضبوط شى چې تُوره ونيسى.</verse>
				<verse number="22">په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ د مِصر د بادشاه فِرعون په خلاف يم. زۀ به د هغۀ دواړه لاسونه مات کړم، روغ او مات دواړه لاسونه به يې مات کړم، او تُوره به د هغۀ د لاس نه وغورزوم.</verse>
				<verse number="23">زۀ به مِصريان په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ وارۀ کړم.</verse>
				<verse number="24">زۀ به د بابل د بادشاه لاسونه مضبوط کړم او خپله تُوره به د هغۀ په لاس کښې کېږدم، خو زۀ به د فِرعون لاسونه مات کړم، او هغه به د هغۀ په وړاندې د مرګونى انسان په شان زبيرګى کوى.</verse>
				<verse number="25">زۀ به د بابل د بادشاه لاسونه مضبوط کړم، خو د فِرعون لاسونه به شل ګوډ کړم. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ خپله تُوره د بابل د بادشاه په لاس کښې کېږدم او چې هغه يې د مِصر خلاف راوکاږى.</verse>
				<verse number="26">زۀ به مِصريان د نورو قومونو او مُلکونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړم. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="31">
				<verse number="1">د جلاوطنۍ په يوولسم کال، د درېمې مياشتې په اوله ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، د مِصر بادشاه فِرعون او د هغۀ ټولو ګڼو خلقو ته داسې ووايه، په لويئ کښې تۀ خپل ځان چا سره برابر ګڼې؟</verse>
				<verse number="3">تاسو د تکړه اسور په شان يئ، کوم چې يو وخت د لبنان د دِيار د ونې په شان وو، چې څانګې يې ښائسته وې او په ټول ځنګل يې سورے خور وو، او لوړوالے يې وريځو ته رسېدو.</verse>
				<verse number="4">هغه اوبو غټ کړو، او په زمکه کښې لاندې چينو هغه لوړ کړے وو، او د هغوئ نِهرونه د هغه ونې ګېرچاپېره بهېدل، او د اوبو لختى يې د پټى ټولو ونو ته ورغلى وُو.</verse>
				<verse number="5">نو دا د پټى د نورو ټولو ونو نه ډېره اوچتېدله، او د دې څانګې ډيرې پلنې اوږدې شوې وې ځکه چې جرړو ته زياتې اوبۀ رسېدلې وې.</verse>
				<verse number="6">د هوا ټولو مارغانو د دې په څانګو کښې جالې جوړې کړې، او ټولو ځنګلى ځناورو د هغې د څانګو لاندې بچى راوړل، او د دُنيا ټول لوئ قومونه د هغې د سورې لاندې کښېناستل.</verse>
				<verse number="7">د خپل اوچتوالى او ګڼو څانګو په وجه هغه ډېره زياته سيرابه وه، ځکه چې جرړو ته يې زياتې اوبۀ رسېدلې وې.</verse>
				<verse number="8">د خُدائ پاک په باغ کښې د دِيار نورې ونې هغې ته نۀ شوې رسېدلے. د نختر ونو د هغې د څانګو د ګڼوالى مقابله نۀ شوه کولے، او د چنار ونو يې په څانګو کښې برابروالے نۀ شو کولے. د خُدائ پاک په باغ کښې بله يوه ونه هم دومره ښکلې نۀ وه.</verse>
				<verse number="9">ما هغه په ګڼو څانګو ښکلې کړې وه، د خُدائ پاک په باغِ عدن کښې ټولو ونو ورسره سيالى کوله.</verse>
				<verse number="10">نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هغه دومره اوچته شوې ده، او سر يې بره وريځو سره لګيږى، او هغه خپل لوړوالى ته مغروره شوې وه،</verse>
				<verse number="11">نو ځکه ما هغه د غېرو مُلکونو بادشاهانو ته حواله کړه چې د هغې د ګناهونو په مطابق ورسره رفتار وکړى. ما هغه يوې خوا ته وغورزوله،</verse>
				<verse number="12">او د ټولو نه بې‌رحمه غېر مُلکيانو هغه پرې کړه او داسې يې پرېښودله. د هغې څانګې په غرونو او درو، ګړنګونو کښې راوغورزېدلې، او د هغې څانګې د هغه مُلک په درو کښې ماتې شوې پرېوتې. او د زمکې ټول قومونه د هغې د سورى نه بهر راووتل او هغه يې پرېښوده.</verse>
				<verse number="13">د هوا ټولو مارغانو په دې غورزېدلې ونه کښې جالې جوړې کړې او د زمکې ځناور يې په څانګو کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="14">پس د دې نه دې د بل يو مُلک ونه هم په خپله دومره کبر نۀ کوى اګر چې سر يې د وريځو نه اوچت شوے هم وى او جرړې يې اوبو ته رسېدلې دى، ځکه چې هغه ټولې د مرګ خوا ته روانې دى، يعنې د فانى انسانانو سره لاندې قبر ته، د هغوئ سره څوک چې لاندې قبر ته روان دى.</verse>
				<verse number="15">نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په کومه ورځ چې هغه ونه لاندې قبر ته ښکته شى نو هغه د اوبو چينې به ورباندې ماتم او وير وکړى. ما د هغې نِهرونه بند کړل، او د هغې بې‌حسابه اوبو بهېدل بند شول. نو د دې په وجه ما لبنان ته د ماتم کپړې واغوستې، او د زمکې ټولې ونې وچې شوې.</verse>
				<verse number="16">ما د هغې د راپرېوتو په آواز دُنيا په لړزان کړه کله چې هغه ما د هغوئ سره لاندې د مړو دُنيا ته ښکته کړه څوک چې قبر ته روان وُو. بيا د عدن ټولې ونې او د لبنان ټولې غوره شوې ونې، او هغه ټولې ونې چې ښې سيرابه شوې وې، هغه لاندې زمکې ته ولېږلے شوې.</verse>
				<verse number="17">د هغوئ د نورو مُلکونو اِتحاديان هغه څوک چې د دې په سورى کښې اوسېدل هم د هغوئ سره قبر ته لاړل څوک چې په تُوره قتل شوى وُو.</verse>
				<verse number="18">د باغِ عدن کومه يوه ونه تا سره په شان او شوکت کښې مقابله کولے شى؟ خو تۀ به هم د عدن د نورو ونو سره لاندې زمکې ته راوغورزولے شې، تۀ به د ناسنتو په مينځ کښې څملې، د هغوئ سره څوک چې په تُوره وژلے شوى دى. دا به د فِرعون او د هغۀ د ټولو ګڼو خلقو اَنجام وى، ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="32">
				<verse number="1">د دولسم کال، د دولسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، د مِصر د بادشاه فِرعون په حقله د غم مرثيه ووايه او هغۀ ته ووايه، تۀ د مُلکونو په مينځ کښې لکه د زمرى په شان وې، خو په حقيقت کښې تۀ لکه د سمندر د اژدها په شان يې چې په خپلو نِهرونو کښې ګرځې راګرځې او په خپلو پښو سره اوبۀ تاووې او نِهرونه خړوې.</verse>
				<verse number="3">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به ډېر خلق درولېږم چې تا زما په جال کښې راګېر کړى، او په هغې کښې به دې د اوبو نه رابهر کړى.</verse>
				<verse number="4">زۀ به تا په زمکه راوغورزوم او په اوچ مېدان به دې راوولم. زۀ به د هوا ټول مارغان پرېږدم چې په تا کښېنى او د زمکې ټول ځناور به په تا باندې خپل ځانونه ماړۀ کړى.</verse>
				<verse number="5">زۀ به ستا غوښه په غرونو ونولم او ستا په لاش به دَرې ډکې کړم.</verse>
				<verse number="6">زۀ به زمکه دومره ستا په وينو رنګ کړم چې د غرونو سر ته ورسى، او ګړنګونه به ستا د وينو ډک کړم.</verse>
				<verse number="7">کله چې زۀ ستا د ژوند شمع مړه کړم، نو زۀ به آسمان پټ کړم او د دې ستورى به تور کړم، زۀ به نمر په وريځو سره پټ کړم، او سپوږمۍ به خپله رڼا نۀ خوروى.</verse>
				<verse number="8">زۀ به ستا دپاره د آسمان ټولې رڼاګانې تيارې کړم، زۀ به ستا په زمکه باندې تيارۀ راولم. مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="9">زۀ به د ډېرو قومونو زړونه پرېشانه کړم کله چې زۀ د نورو مُلکونو په مينځ کښې تا تباه کړم، په هغه مُلکونو کښې چې تا نۀ پېژندل.</verse>
				<verse number="10">زۀ به ډېر خلق ستا د حالاتو په وجه پرېشانه کړم، او ستا په وجه به د هغوئ بادشاهان د يرې نه ولړزيږى کله چې زۀ خپله تُوره د هغوئ په وړاندې ښکاره کړم. ستا د غورزېدو په ورځ به هغوئ ټول هره لحظه د خپل ژوند دپاره لړزيږى.</verse>
				<verse number="11">ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د بابل د بادشاه تُوره به ستاسو خلاف راشى.</verse>
				<verse number="12">زۀ به ستا لښکر ختم کړم د هغه طاقتورو خلقو په تُورو چې د ټولې دُنيا بې‌رحمه خلق دى. هغوئ به د مِصر دبدبه ختمه کړى او د هغې ټولې لښکرې به تباه شى.</verse>
				<verse number="13">زۀ به د هغې ټول څاروى چې د سيند په خوا کښې څريږى تباه کړم، نور به د انسان پښې دا اوبۀ نۀ تاووى او نۀ به د ځناورو پښې دا خړوى.</verse>
				<verse number="14">بيا به زۀ د دې اوبۀ دومره خاموشه کړم او د دې دريابونه به لکه د تېلو په شان بهيږى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="15">کله چې زۀ د مِصر مُلک وران ويجاړ کړم او دا زمکه د هر څۀ نه خالى کړم، کله چې زۀ هغوئ ټول هلاک کړم څوک چې هلته اوسيږى، نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="16">دا هغه د غم مرثيه ده چې دوئ به يې هغۀ ته ووائى. د دې مُلک لوڼه به دا وائى، د مِصر او د هغوئ ګڼ خلقو دپاره به د غم مرثيه وائى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“</verse>
				<verse number="17">د دولسم کال د اولې مياشتې په پينځلسمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="18">”اے بنى آدمه، د مِصر په لښکرو باندې وير وکړه او هغه دواړه د نورو تکړه قومونو لوريانو سره لاندې زمکې ته حواله کړه، د هغوئ سره څوک چې قبر ته روان دى.</verse>
				<verse number="19">هغوئ ته ووايه، ولې تۀ د نورو نه ډېره ښائسته يې څۀ؟ ‎‏عالمِ ارواح ته لاړه شه او د ناسنتو په مينځ کښې پرېوځه.</verse>
				<verse number="20">هغوئ به د هغه چا سره ‎مړۀ شى څوک چې په تُوره قتل شوى دى. تُوره راويستلے شوې ده، هغه پرېږده چې خپل ټول لښکر سره عالمِ ارواح ته راښکلے شى.</verse>
				<verse number="21">لاندې قبر نه به تکړه مشران د مِصر او د هغۀ د اِتحاديانو په حقله وائى، هغوئ لاندې راغلل او هغوئ د ناسنتو سره مړۀ پراتۀ دى، هغوئ سره چې په تُوره مړۀ شوى دى.</verse>
				<verse number="22">اسور خپل ټول فوج سره هلته ‎پروت دے، هغه د خپلو ټولو وژلے شوو د قبرونو په مينځ کښې راګېر دے، هغوئ ټولو سره چې په تُوره قتل شوى دى.</verse>
				<verse number="23">د هغوئ قبرونه په ژوره کنده کښې دى او د هغۀ فوجيان د هغۀ د قبر نه چاپېره ښخ دى. هغوئ ټولو چا چې د ژوندو په دُنيا کښې دهشت خورولو هغوئ قتل شول، او په تُوره مړۀ شول.</verse>
				<verse number="24">عيلام هم هلته دے د هغۀ ټولې لښکرې د هغۀ د قبر نه چاپېره پرتې دى، هغوئ ټول حلال کړے شوى، په تُوره وژلے شوى دى. هغوئ ټولو چا چې د دُنيا په ټولو خلقو کښې دهشت خورولو لاندې زمکې ته ناسنته ښکته شول. هغوئ خپله بې‌عزتى د هغوئ سره وزغمى څوک چې لاندې عالمِ ارواح ته روان دى.</verse>
				<verse number="25">د هغۀ دپاره د مړو په مينځ کښې د آرام ځائ جوړ شو، د هغې ټولو فوجيانو سره د هغې د قبر نه چاپېره. هغوئ ټول ناسنته دى او په تُوره وژلے شوى دى. ځکه چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړے وو، هغوئ د هغه چا سره شرمنده پراتۀ دى څوک چې په قبر کښې دى.</verse>
				<verse number="26">مسک او توبل هلته سره د خپلو ټولو لښکرو د هغوئ د قبرونو نه چاپېره دى. هغوئ ټول ناسنته دى، په تُوره وژلے شوى دى ځکه چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړے وو.</verse>
				<verse number="27">هغوئ د خپلو نورو جنګيالو په شان په عزت ښخ نۀ شول، څوک چې د خپلو وسلو سره عالمِ ارواح ته ښکته شوى وُو او چې ډالونه يې په لاشونو پراتۀ وُو او تُورې يې د سرونو د لاندې اېښې وې. د هغوئ ګناه د هغوئ دپاسه وه ځکه کله چې هغوئ لا ژوندى وُو نو هغوئ په هر چا دهشت خور کړے وو.</verse>
				<verse number="28">تۀ به هم، اے فِرعونه تيکه تيکه شې او د ناسنته په مينځ کښې به ښخ کړے شې، د هغوئ سره چې په تُوره مړۀ شوى دى.</verse>
				<verse number="29">ادوم هلته د خپلو بادشاهانو او شهزادګانو سره دے، باوجود د خپل ټول طاقت هغوئ د هغوئ په مينځ کښې پراتۀ دى څوک چې په تُوره وژلے شوى دى. هغوئ د ناسنتو سره پراتۀ دى، د هغوئ سره څوک چې لاندې کندې ته روان دى.</verse>
				<verse number="30">د شمال ټول شهزادګان او ټول صيدانيان هلته پراتۀ دى، هغوئ لاندې د وژلے شوو سره په بې‌عزتۍ لاړل باوجود د دې چې د هغوئ د طاقت په وجه دهشت خور وو. او اوس د هغوئ لاشونه د ناسنته په حالت کښې د مړو سره پراتۀ دى. او هغوئ خپله بې‌عزتى د هغوئ سره وزغمى څوک چې لاندې قبر ته روان دى.</verse>
				<verse number="31">فِرعون او د هغۀ ټول فوجيان به هغوئ وګورى او هغه به د خپل ټول لښکر دپاره تسلى ومومى څوک چې په تُوره مړۀ کړے شوى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="32">تر دې چې ما هغه پرېښے وو چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړى، فِرعون او د هغۀ ټول فوجيان به د ناسنتو په مينځ کښې پراتۀ وى، د هغوئ سره چې په تُوره وژلے شوى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="33">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه د خپلو خلقو سره خبرې وکړه او هغوئ ته ووايه، کله چې زۀ د يو مُلک خلاف جنګ شروع کړم، نو د هغه مُلک خلق د خپلو خلقو نه يو سړے غوره کړى چې د هغوئ محافظ وى.</verse>
				<verse number="3">کۀ محافظ وګورى چې دشمن د هغه مُلک خلاف راروان دے نو هغه به بيګل وغږوى چې خلقو له خبردارے ورکړى.</verse>
				<verse number="4">نو بيا چې څوک د بيګل آواز واورى او هغې ته توجو ورنۀ کړى او جنګ او تُوره راشى او د هغۀ ژوند ختم کړى نو خون به يې په خپله غاړه وى.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې هغۀ د کله نه چې د بيګل آواز واورېدو او توجو يې ورنۀ کړه، نو خون يې په خپله غاړه دے. کۀ چرې هغۀ خبردارى ته توجو ورکړې وه، نو هغۀ به خپل ځان بچ کړے وو.</verse>
				<verse number="6">خو کۀ محافظ دشمن وګورى چې راروان دے او بيګل ونۀ غږوى چې خلقو له خبردارے ورکړى او دشمن راشى او کۀ د يو سړى ژوند ختم کړى، نو هغه سړے خو به د خپلې ګناه په وجه مړ شى، خو زۀ به محافظ د هغۀ د مرګ ذمه وار وګرځوم.</verse>
				<verse number="7">اے بنى آدمه، ما تۀ د بنى اِسرائيلو د قوم دپاره محافظ جوړ کړې، نو بيا هغه خبرې واوره کومې چې زۀ تا ته کوم نو زما د خوا نه تۀ هغوئ ته خبردارے ورکړه.</verse>
				<verse number="8">کله چې زۀ يو بدعمله ته ووايم، ”اے بدعمله، تۀ به په حقيقت کښې مړ شې،“ او تۀ د هغوئ سره خبرې ونۀ کړې چې هغوئ د خپلو عملونو نه واوړى، نو هغه بدعمله به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، او زۀ به تا د هغۀ د مرګ ذمه وار کړم.</verse>
				<verse number="9">خو کۀ تۀ يو بدعمله سړى له خبردارے ورکړې چې خپلې غلطې طريقې پرېږدى او هغه داسې ونۀ کړى، هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تا خپل ځان د هغۀ د خون د ذمه وارۍ نه بچ کړو.“</verse>
				<verse number="10">”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه، تاسو داسې وايئ چې، زمونږ جرمونو او ګناهونو مونږ لاندې کړى يُو، او مونږ د هغوئ په وجه سخا او تباه شوى يُو، نو مونږ به څنګه ژوندى پاتې شُو؟</verse>
				<verse number="11">هغوئ ته ووايه چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ د بدعمله په مرګ هيڅ نۀ خوشحالېږم، بلکې په دې خوشحالېږم چې هغه ټول غلط کارونه پرېږدى او ژوندے پاتې شى. راوګرځئ، د خپلو بدو لارو نه راوګرځئ. اے بنى اِسرائيلو، نو بيا ولې تاسو مړۀ کېدل غواړئ څۀ؟</verse>
				<verse number="12">اے بنى آدمه، خپل د مُلک خلقو ته ووايه، د صادق انسان صداقت به هغه بچ نۀ کړى کۀ هغه نافرمانى کوى، او د بدعمله انسان بدعملى به هغه د مرګ کندې ته ونۀ غورزوى کۀ هغه دا پرېږدى. کۀ چرې يو صادق سړے ګناهونه وکړى، نو هغه به د خپل پخوانى صداقت په وجه بچ نۀ شى.</verse>
				<verse number="13">کۀ چرې زۀ يو صادق انسان ته ووايم چې تۀ به يقيناً ژوندے پاتې شې، خو هغه بيا په خپل صداقت اعتماد وکړى او بد کارونه شروع کړى، نو زۀ به د دۀ يو ښۀ عمل هم ياد نۀ کړم، کوم چې هغۀ پخوا کړى دى، هغه به د هغه بدو کارونو په وجه چې کوم هغۀ کړى دى، مړ شى.</verse>
				<verse number="14">او فرض کړئ کۀ چرې زۀ يو بدعمله ته ووايم چې تۀ به يقيناً مړ شې، نو کېدے شى چې هغه په دې اورېدو سره د خپلو ګناهونو نه توبه وکړى او هغه کارونه شروع کړى کوم چې د اِنصاف او صحيح دى،</verse>
				<verse number="15">لکه مثال په طور هغه خپل ضمانت واپس کړى کوم چې هغۀ د خلقو نه اخستے وى، او هر هغه څۀ واپس کړى کوم چې هغۀ پټ کړى وى، او زما په ژوند ورکونکى شريعت عمل وکړى او نور د بدۍ نه مخ واړوى، نو يقيناً هغه به ژوندے پاتې شى، مړ به نۀ شى.</verse>
				<verse number="16">يوه ګناه به هم کومه چې هغۀ کړى وى د هغۀ خلاف نۀ حسابيږى. ځکه چې هغۀ هغه څۀ وکړل څۀ چې ښۀ او نېک دى، هغه به يقيناً ژوندے پاتې شى.</verse>
				<verse number="17">خو بيا هم ستا د مُلک خلق وائى چې، د مالِک خُدائ طريقې بې‌اِنصافه دى. خو دا هم دوئ دى چې د هغوئ طريقې بې‌اِنصافه دى.</verse>
				<verse number="18">کۀ يو صادق انسان خپل صداقت پرېږدى او بدعملى شروع کړى، هغه به د دې کار په وجه مړ شى.</verse>
				<verse number="19">او کۀ چرې يو بدکاره د خپلې بدکارۍ نه واوړى او هغه څۀ وکړى چې کوم نېک او صحيح دى، نو په داسې کولو سره به هغه خپل ژوند بچ کړى.</verse>
				<verse number="20">خو اے د اِسرائيل قومه، تاسو وايئ چې، د مالِک خُدائ طريقې د اِنصاف نۀ دى. خو زۀ به ستاسو د هر يو عدالت ستاسو د عملونو او طريقو په مطابق وکړم.“</verse>
				<verse number="21">زمونږ د جلاوطنۍ په دولسم کال، د لسمې مياشتې په پينځمه ورځ، يو سړے څوک چې د يروشلم نه راتښتېدلے وو ما له راغلو او وې وئيل، ”هغه ښار راوغورزېدلو.“</verse>
				<verse number="22">د هغه کس د راتلو نه يو ماښام وړاندې، د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو، هغۀ زما خولۀ په سحر کښې د هغه سړى د راتلو نه وړاندې پرانستله. نو بيا زما خولۀ پرانستلے شوې وه او زۀ نور چپ نۀ شوم پاتې کېدے.</verse>
				<verse number="23">نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="24">”اے بنى آدمه، کوم خلق چې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې په دې شاړو او کنډراتو کښې اوسيږى نو هغوئ وائى چې، اِبراهيم صرف يو سړے وو، خو بيا هم هغۀ دا زمکه حاصله کړه. بلکې مونږ ډېر يُو، په يقين سره مونږ ته دا زمکه لکه زمونږ د خپل ملکيت په شان راکړے شوې وه.</verse>
				<verse number="25">نو دې خلقو ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تاسو د وينو نه ډکې غوښې خورئ، او د معبودانو عبادت کوئ، او وينه تويوئ، نو تاسو په داسې کولو سره خپل ځان د دې زمکې حقدار ګڼئ څۀ؟</verse>
				<verse number="26">اے قاتلانو، بُت پرستانو، حرام کارو، آيا تاسو د دې زمکې د وراثت قابل يئ څۀ؟</verse>
				<verse number="27">نو هغوئ ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زما دې په خپل ذات قسم وى، هغه څوک چې په دې کنډراتو کښې پاتې کيږى هغوئ به په تُوره مړۀ شى، او څوک چې په دشتو او ميرو کښې بهر اوسيږى هغوئ به ځناورو ته حواله کړم چې وې خورى، او څوک چې په قلعه ګانو او غارونو کښې دى په وبا به مړۀ شى.</verse>
				<verse number="28">زۀ به د دې مُلک نه صحرا او بيابان جوړ کړم، او د هغۀ مغرورانه طاقت به ختم کړم، او د بنى اِسرائيلو غرونه به په شاړو بدل کړم چې هيڅ څوک هم په هغې تېرېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="29">د هغوئ د حرامو کارونو په وجه چې کوم هغوئ کړى دى زۀ به دا مُلک په صحرا بدلوم نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
				<verse number="30">مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ترڅو چې ستا خبره ده، ستا د مُلک خلق د خپلو کورونو د دېوالونو خوا کښې او په دروازو کښې ودريږى او ستا په حقله يو بل ته وائى، راځئ چې د هغۀ پېغام واورو کوم چې هغۀ ته د مالِک خُدائ نه مِلاو شوے دے.</verse>
				<verse number="31">زما خلق به تا له راشى، لکه څنګه چې هغوئ همېشه راځى، او ستا په وړاندې به کښېنى چې ستا خبرو ته غوږ ونيسى، خو هغوئ په دې عمل نۀ کوى. په خپله خولۀ هغوئ د عېش عشرت خبرې کوى، او زړونه يې هم د لالچ نه ډک دى.</verse>
				<verse number="32">په حقيقت کښې تۀ د هغوئ دپاره د يو داسې موسيقار په شان يې چې په خوږ آواز سره د مينې سندرې وائى او يا ښۀ ساز غږوى. نو هم داسې هغوئ ستا خبرې اورى خو عمل پرې نۀ کوى.</verse>
				<verse number="33">هرکله چې دا هر څۀ رښتيا شى، او يقيناً داسې به وشى، نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې يو نبى د هغوئ په مينځ کښې اوسېدو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="34">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، د شپونکو يعنې د بنى اِسرائيلو د مشرانو خلاف پېشګوئې وکړه، او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د بنى اِسرائيلو په شپونکو دې افسوس وى څوک چې صرف خپله ګېډه څروى. ولې يو شپون ته پکار نۀ دى چې خپله رمه وڅروى؟</verse>
				<verse number="3">تاسو د دې پئ څښئ، او د دې د وړۍ نه ځانله جامې جوړَوئ او د خوښې ګډورى ترې نه حلالوئ، خو تاسو خپله رمه نۀ څروئ.</verse>
				<verse number="4">تاسو د کمزورو ګډو خيال نۀ کولو او نۀ مو د بيمارانو دارو کول، او نۀ مو د زخمى شوو مرهم پټۍ کوله. تاسو ورک شوې واپس نۀ راوستل، او نۀ مو د ورک شوو لټون کولو. تاسو په هغوئ په سختۍ او د ظلم حکومت وکړو.</verse>
				<verse number="5">نو هغه ګډې خوَرې شوې ځکه چې د هغوئ شپونکے نۀ وو، او کله چې هغه خورې ورې شوې نو د ځنګلى ځناورو د خوراک شوې.</verse>
				<verse number="6">زما ګډې په ټولو غرونو او اوچتو غونډو سرګردانه وګرځېدلې. هغوئ په ټوله زمکه باندې خوَرې شوې، او چا هم نۀ د هغوئ لټون وکړو او نۀ يې وکتلې.</verse>
				<verse number="7">نو په دې وجه اے شپونکو، د مالِک خُدائ کلام واورئ،</verse>
				<verse number="8">زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ځکه چې زما د ګډو ښۀ شپونکے نشته نو په دې وجه لوټ شوې او د ټولو ځنګلى ځناورو د خوراک شوې، ځکه چې زما شپونکو زما د رمې لټون ونۀ کړو او زما د رمې په ځائ يې د خپل ځان خيال وساتلو،</verse>
				<verse number="9">نو په دې وجه اے د قوم شپونکو، د مالِک خُدائ کلام واورئ،</verse>
				<verse number="10">مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى چې، زۀ اوس د دې شپونکو خلاف يم او هغوئ به زۀ د خپلو ګډو دپاره ذمه وار وګرځوم. زۀ به هغوئ د خپلو ګډو د شپونتوب نه لرې کړم نو داسې به شپونکى نور خپل ځانونه نۀ شى مړولے. زۀ به خپلې ګډې د هغوئ د خُلو نه بچ کړم، او هغوئ به نور د دوئ خوراک نۀ وى.“</verse>
				<verse number="11">”مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زۀ به په خپله د خپلو ګډو لټون وکړم او هغوئ به راپېدا کړم او د هغوئ خيال به ساتم.</verse>
				<verse number="12">لکه څنګه چې شپونکى د خپلو ګډو سره وى او د خپلو خوَرو ګډو په تلاش کښې وى، نو هم داسې به زۀ هم د خپلو ګډو په تلاش کښې يم. زۀ به هغوئ د هغه ټولو ځايونو نه بچ کړم چرته چې هغوئ د تيارې او د وريځې په ورځ خوَرې ورې شوې وې.</verse>
				<verse number="13">زۀ به هغوئ د نورو قومونو نه راوکاږم او د نورو مُلکونو نه به يې راغونډ کړم، او زۀ به هغوئ خپل مُلک ته واپس راولم. هغوئ به زۀ د بنى اِسرائيلو په غرونو، او سيندونو په غاړه او د مُلک په ټولو آبادو ځايونو کښې وڅروم.</verse>
				<verse number="14">زۀ به هغوئ په ښۀ شنو ځايونو کښې وڅروم، او د بنى اِسرائيلو د غرونو لوړې څوکې به د هغوئ د څرېدو ځائ وى. او هلته به هغوئ په ښۀ شنو واښو کښې څملى، او هغوئ د بنى اِسرائيلو د غرونو په شنو واښو کښې وڅريږى.</verse>
				<verse number="15">زۀ به په خپله د خپلو ګډو شپون يم او هغوئ له به آرام ورکړم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="16">زۀ به د ورکو شوو ګډو لټون وکړم او بې‌لارې شوې ګډې به راواپس کړم. زۀ به د زخمى شوو مرهم پټۍ وکړم او کمزورو له به طاقت ورکړم، خو حرصناکې او مضبوطې به هلاکې کړم. زۀ به په اِنصاف سره د ګډو شپونتوب وکړم.</verse>
				<verse number="17">ترڅو چې ستاسو خبره ده اے زما رَمې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به په خپله د يو ګډ او بل ګډ په مينځ کښې فېصله وکړم، او د ګډانو او د چېلو په مينځ کښې به عدالت کوم.</verse>
				<verse number="18">ولې دا ستاسو دپاره کافى نۀ ده چې په ښه ګياه کښې وڅرېږئ؟ ولې تاسو به نوره پاتې ګياه د پښو لاندې کوئ څۀ؟ ولې دا ستاسو دپاره کافى نۀ ده چې پاکې اوبۀ وڅښئ؟ ولې تۀ به نورې پاتې اوبۀ په پښو سره خړوئ څۀ؟</verse>
				<verse number="19">ولې زما رمه به هغه ګياه خورى چې تاسو د پښو لاندې کړې وى او هغه اوبۀ به څښى چې تاسو د پښو سره خړې کړې دى؟</verse>
				<verse number="20">نو په دې وجه هغوئ ته، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، ګورئ، زۀ په خپله به د څُرب ګډ او مانده ګډ په مينځ کښې عدالت وکړم.</verse>
				<verse number="21">ځکه چې تاسو څربه ګډو، په خپلو اوږو او پتونونو باندې ټولې مانده ګډې ديکه کړې، او په خپلو ښکرونو سره مو ډغرې ورکړې، تر دې چې تاسو هغوئ خورې ورې کړې،</verse>
				<verse number="22">نو زۀ به خپله رمه بچ کړم، او هغوئ به نور نۀ تالا والا کيږى. زۀ به د يوې ګډې او د بلې ګډې په مينځ کښې عدالت وکړم.</verse>
				<verse number="23">زۀ به په هغوئ يو شپونکے مقرر کړم، زما خِدمتګار داؤد، او هغه به هغوئ څروى او هغه به د هغوئ شپونکے وى.</verse>
				<verse number="24">زۀ، مالِک خُدائ به د هغوئ خُدائ پاک يم، او زما خِدمتګار داؤد به د دوئ په مينځ کښې شهزاده وى. ما مالِک خُدائ وفرمائيل.</verse>
				<verse number="25">زۀ به د هغوئ سره د امن لوظ وکړم او د هغه مُلک نه به خطرناک ځناور وشړم، نو هغوئ به په ميرو کښې ژوند کوى او په ځنګلونو کښې به په امن سره اودۀ وى.</verse>
				<verse number="26">زۀ به هغوئ له، او خپل غر نه چاپېره ځايونو له برکت ورکړم. زۀ به په صحيح موسم په هغوئ باران کوم، او دا به د فضل او برکت بارانونه وى.</verse>
				<verse number="27">د باغونو ونې به خپلې مېوې کوى او زمکه به خپل فصلونه کوى، او خلق به په خپل مُلک کښې په امن وى. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ د هغوئ د غلامۍ جغ مات کړم او د هغه خلقو د لاس نه ورله خلاصون ورکړم چا چې هغوئ غلامان کړى دى.</verse>
				<verse number="28">نور به هغوئ د نورو قومونو د لاسه نۀ لوټ کيږى، او نۀ به يې ځنګلى ځناور خورى. هغوئ به په امن سره ژوند کوى، او هيڅوک به هغوئ نۀ شى يرولے.</verse>
				<verse number="29">زۀ به هغوئ له داسې زمکه ورکړم چې په فصل کولو کښې به مشهوره وى، او هغوئ به نور په دې مُلک کښې د قحط په وجه په تکليف کښې نۀ وى او نۀ به د قومونو مسخرې زغمى.</verse>
				<verse number="30">نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ، مالِک خُدائ د دوئ خُدائ پاک، د دوئ سره يم، او دوئ، د بنى اِسرائيلو قوم، زما خلق دى. مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="31">تاسو زما ګډې، زما د څرن د ځائ ګډې، زما خلق يئ، او زۀ ستاسو خُدائ پاک يم. مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="35">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، خپل مخ په ادوم کښې د سعير د غرۀ خلاف ورواړوه، او د هغۀ خلاف نبوت وکړه</verse>
				<verse number="3">او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے د سعير غره زۀ ستا خلاف يم، او زۀ به ستا خلاف خپل لاس دروغزوم او تا به وران ويجاړ کړم.</verse>
				<verse number="4">زۀ به ستا ښارونه په کنډرو بدل کړم او تۀ به شاړ او ويجاړ شې. نو بيا به تۀ پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="5">په هغه وخت کښې کله چې ما بنى اِسرائيلو له آخرى سزا ورکوله، نو ستاسو دائمى نفرت هغوئ قصابخانې ته ورسول، په هغه وخت کله چې په هغوئ افت نازل شوے وو.</verse>
				<verse number="6">نو په دې وجه دې زما په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زۀ به تاسو قتل و غارت ته حواله کړم او دا به تاسو پسې وى. لکه څنګه چې تاسو د قتل و غارت نه نفرت ونۀ کړو، نو دغه شان قتل و غارت به تاسو پسې وى.</verse>
				<verse number="7">زۀ به د سعير غر وران ويجاړ کړم او څوک هم چې په دې ځى راځى ټول به مړۀ کړم.</verse>
				<verse number="8">زۀ به ستا غرونه د مړو نه ډک کړم، هغه څوک چې په تُوره مړۀ شوى دى، ستا په غونډو او ستا په درو او ستا په ټولو ګړنګونو کښې به پراتۀ وى.</verse>
				<verse number="9">زۀ به تا د تل دپاره خالى کړم، او ستا ښارونه به بيا آباد نۀ شى. نو بيا به تۀ پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې تا ووئيل، ”دا دوه مُلکونه، اِسرائيل او يهوداه به زمونږ وى او مونږ به د دوئ جائيدادونه قبضه کړُو،“ اګر کۀ زۀ مالِک خُدائ هم هلته وم،</verse>
				<verse number="11">نو په دې وجه زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تاسو سره د هغه قهر او کينې په مطابق سلوک وکړم، کوم چې تاسو د هغوئ نه په نفرت کولو کښې ښکاره کړو او زۀ به خپل ځان د هغوئ په مينځ کښې څرګند کړم کله چې زۀ ستاسو عدالت کوم.</verse>
				<verse number="12">نو بيا به تاسو پوهه شئ چې ما مالِک خُدائ هغه بدې خبرې اورېدلې دى کومې چې تاسو د بنى اِسرائيل د غرونو په حقله کړې دى. تاسو ووئيل چې، دا وران او شاړ پراتۀ دى، مونږ ته دې د خوراک په توګه راکړے شوى دى چې وې خورو.</verse>
				<verse number="13">تا زما خلاف په بې‌پرواهۍ سره لافې او ډيرې خبرې وکړې، او ما دا واورېدلې.</verse>
				<verse number="14">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کله چې ټوله دُنيا د خوشحالۍ نه خوند اخلى، زۀ به تاسو شاړ کړم.</verse>
				<verse number="15">ځکه چې تاسو خوشحالى وکړه کله چې د بنى اِسرائيلو د قوم ميراث تباه شو، دغسې سلوک به زۀ تاسو سره وکړم. اے د سعير غره، تۀ او ټول ادوم به وران ويجاړ شې. نو بيا به هر څوک پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="36">
				<verse number="1">”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو غرونو ته پېشګوئې وکړه او ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ.</verse>
				<verse number="2">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ستا دشمن دا پېغور درکولو چې، واه، ستاسو د غرونو پخوانۍ لوړې څوکې زمونږ شوې.</verse>
				<verse number="3">نو په دې وجه پېشګوئې وکړه او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ هغوئ وران ويجاړ کړې، د هرې خوا نه يې وډبولې او تۀ د نورو مُلکونو او قومونو ملکيت او د خندا او غېبت سبب وګرځېدې،</verse>
				<verse number="4">نو په دې وجه، اے د بنى اِسرائيلو غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ غرونو غونډو او ګړنګونو، او درو ته داسې فرمائى چې، کندو کپرو، وران او تباه شوو ښارونو ته چې د نورو قومونو د لوټ او د خندا سبب ګرځېدلى دى،</verse>
				<verse number="5">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ما په خپل غېرت کښې د نورو قومونو خلاف فېصله وکړه، او خاص د ټول ادوم په خلاف، ځکه چې هغوئ په ډيرې خوشحالۍ او سپک نظر سره زما مُلک خپل ملکيت کړو ترڅو هغوئ د هغۀ د څرن سرسبزه ځائ لوټ کړى.</verse>
				<verse number="6">نو په دې وجه د بنى اِسرائيلو د مُلک په حقله پېشګوئې وکړه او غرونو او غونډو، ګړنګونو او درو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ما په خپل غېرتى قهر کښې دې قوم ته دا ووئيل ځکه چې تاسو د نورو قومونو مسخرې تېرې کړې.</verse>
				<verse number="7">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هغوئ چې څۀ کړى دى نو د هغې په وجه ما قسم وخوړو چې، ستاسو نه ګېرچاپېره مُلکونه به هم دغه شان سپک او بې‌عزته کړم.</verse>
				<verse number="8">بلکې تاسو به، اے د بنى اِسرائيل غرونو، څانګې او ډېره مېوه زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وکړئ، ځکه چې هغوئ به ډېر زر خپل کور ته راشى.</verse>
				<verse number="9">ګورئ، زۀ ستاسو خيال ساتم، او تاسو ته به په ښه سترګه وګورم، او ستا په پټو کښې به بيا خلق کَرل رېبل کوى.</verse>
				<verse number="10">زۀ به په تا کښې خلق زيات کړم، تر دې چې د بنى اِسرائيل ټول قوم به زيات کړم. ښارونه به بيا آباد شى او وران شوى ځايونه به بيا جوړ کړے شى.</verse>
				<verse number="11">زۀ به ستا د سړو او څاروو شمېر زيات کړم، او هغوئ به بارداره او ډېر شى. زۀ به خلق په تا کښې د پخوا په شان په ځائ کړم او د پخوا نه به ډېر برکت درکړم. نو بيا به تۀ په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="12">زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيل راولم چې په تا باندې وګرځى. هغوئ به په تا قبضه وکړى، او تۀ به د هغوئ ميراث يې، او تۀ به بيا هيڅکله هم هغوئ د خپلو ماشومانو نه، محرومه نۀ کړې.</verse>
				<verse number="13">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې خلق ستا په حقله وائى چې تۀ خلق لواړ تېروې او خپل قوم د هغوئ د ماشومانو نه محروموې،</verse>
				<verse number="14">نو د دې نه وروستو به تۀ نور خلق تباه نۀ کړې او نۀ به نور تۀ خپل اوسېدونکى د ماشومانو نه خلاص کړې، مالِک خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="15">زۀ به نور تا دې ته پرې نۀ ږدم چې د نورو قومونو پيغورونه واورې، او نۀ به نور د قومونو د مسخرو نۀ په تکليف شې او نۀ به تۀ نور د خپلو خلقو دپاره د تيندک سبب يې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“</verse>
				<verse number="16">نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="17">”اے بنى آدمه، کله چې د بنى اِسرائيلو خلق په خپل مُلک کښې اوسېدل، هغوئ هغه په خپل عمل او چال چلن سره پليت کړو. د هغوئ چال چلن زما په وړاندې لکه د ښځو د مياشتنۍ بيمارۍ په شان ناپاکه وو.</verse>
				<verse number="18">نو ما بيا په هغوئ خپل غضب نازل کړو ځکه چې هغوئ په هغه مُلک کښې وينه تويه کړې وه او ځکه چې هغوئ هغه مُلک په خپلو بُتانو سره پليت کړے وو.</verse>
				<verse number="19">ما هغوئ په نورو قومونو کښې خوارۀ کړل، او هغوئ په ټولو مُلکونو کښې خوارۀ شوى وُو. ما د هغوئ د چال چلن او عمل په مطابق د هغوئ عدالت وکړو.</verse>
				<verse number="20">هغوئ چې چرته هم په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ شول، هغوئ زما د مقدس نوم، په دې طريقې سره بې‌حرمتى وکړه، يعنې د هغوئ په حقله نورو قومونو دا وئيل چې، اګر چې هغوئ د مالِک خُدائ خپل خلق دى، خو هغوئ د هغۀ د وطن په پريښودو مجبور شول.</verse>
				<verse number="21">نو ما د خپل مقدس نوم په حقله سوچ کولو، کوم چې د بنى اِسرائيلو په نورو مُلکونو کښې چې چرته هم هغوئ رسېدلى وُو سپک يې کړو.</verse>
				<verse number="22">نو په دې وجه بنى اِسرائيلو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے بنى اِسرائيلو دا ستاسو دپاره نۀ دى کوم څيزونه چې زۀ کوم، خو دا زما د مقدس نوم په خاطر دى، د کوم چې تاسو په نورو قومونو کښې بې‌حرمتى وکړه چرته چې هم لاړئ.</verse>
				<verse number="23">زۀ به د خپل عظيم نوم قدوسيت ښکاره کړم، د کوم چې تاسو د نورو قومونو په مينځ کښې بې‌حرمتى وکړه. مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، کله چې زۀ د هغوئ د سترګو د وړاندې خپل ځان مقدس ښکاره کړم نو بيا به هغه قومونه په دې وپوهيږى چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="24">ځکه چې زۀ به تاسو د نورو قومونو نه راغونډ کړم، زۀ به تاسو د ټولو مُلکونو نه راجمع کړم او خپل مُلک ته به مو واپس راولم.</verse>
				<verse number="25">زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.</verse>
				<verse number="26">زۀ به تاسو له نوے زړۀ درکړم او په تاسو کښې به نوے روح واچوم. زۀ به تاسو نه دا سخت زړۀ لرى کړم او نرم زړۀ به درکړم.</verse>
				<verse number="27">زۀ به په تاسو کښې خپل روح واچوم او خپلې تابعدارۍ طرف ته به ستاسو پام راوګرځوم چې زما په اصُولو عمل کوئ او زما د حکمونو په ساتلو کښې احتياط کوئ.</verse>
				<verse number="28">نو تاسو به بيا په هغه مُلک کښې اوسېږئ کوم چې ما ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے وو. تاسو به زما خلق يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="29">زۀ به تاسو د خپلو ټولو پليتو نه بچ کړم. زۀ به د غلو فصلونو له برکت ورکړم او په تاسو به نور قحط نۀ راولم.</verse>
				<verse number="30">زۀ به ستاسو د ونو مېوې او د پټو فصلونه زيات کړم، ترڅو تاسو د نورو قومونو په مينځ کښې د قحط په وجه شرمنده نۀ شئ.</verse>
				<verse number="31">نو بيا به تاسو ته خپل حرام کارونه او غلط حرکتونه در په ياد شى، او بيا به تۀ په خپلو حرامو کارونو او ګناهونو د پښېمانۍ احساس وکړې.</verse>
				<verse number="32">زۀ غواړم چې تاسو په دې خبره پوهه شئ چې دا زۀ ستاسو دپاره نۀ کوم چې ګنې تاسو د دې حقدار يئ، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. اے بنى اِسرائيلو، د خپلو عملونو او کردار په وجه په شرمونو وشرمېږئ.</verse>
				<verse number="33">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په کومه ورځ چې زۀ تاسو د خپلو ټولو ګناهونو نه پاک کړم، زۀ به ستاسو ښارونه بيا ودان، او دوباره به ستاسو کنډرې آبادې کړم.</verse>
				<verse number="34">هغه زمکه چې شاړه او بنجره وه په کومه به چې څوک هم تېرېدل او هغوئ به ليدله چې شاړه به پرته وه دوباره به په هغه زمکه کښې کرونده وشى.</verse>
				<verse number="35">او خلق به داسې وائى چې، دا کومه زمکه چې شاړه پرته وه اوس ترې باغِ عدن جوړ شوے دے. او کوم ښارونه چې کنډرې پراتۀ وُو، شاړ او تباه شوى وُو، اوس مضبوط او بيا آباد شوى دى.</verse>
				<verse number="36">نو بيا هغه قومونه کوم چې ستاسو په خوا او شا کښې پاتې دى هغوئ به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ هغه څۀ آباد کړل کوم چې وران ويجاړ شوى وُو او هغه څۀ مې وکرل کوم چې اوچ او شاړ شوى وُو. ما مالِک خُدائ وفرمائيل، او زۀ به يې وکړم.</verse>
				<verse number="37">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو ځل بيا به د بنى اِسرائيلو درخواست ته توجو وکړم او د هغوئ دپاره به دا‎ وکړم، زۀ به د ګډو په شان د هغوئ د خلقو شمېره زياته کړم،</verse>
				<verse number="38">زۀ به هغوئ دومره زيات کړم لکه څومره رَمې به چې د نذارانو اخترونو دپاره يروشلم ته راتللې. نو هم داسې به وران ويجاړ ښارونه د خلقو د رَمو نه ډک کړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="37">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ لاس په ما وو، او هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د روح په وسيله رابهر کړم او د يوې درې مينځ کښې يې ودرولم، او دا د هډوکو نه ډکه وه.</verse>
				<verse number="2">هغۀ زۀ د هغوئ په مينځ کښې مخکښې وروستو وګرځولم، او ما هلته ډېر زيات هډُوکى د هغې درې په زمکه وليدل. او هغه هډُوکى ډېر اوچ وُو.</verse>
				<verse number="3">هغۀ ما نه تپوس وکړو، ”اے بنى آدمه، ولې دا هډُوکى ژوندى کېدے شى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، صرف تۀ په دې پوهېږې.“</verse>
				<verse number="4">بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دې هډوکو ته پېشګوئې وکړه او ورته ووايه، اوچو هډوکو، د مالِک خُدائ کلام واورئ.</verse>
				<verse number="5">مالِک قادر مطلق خُدائ دې هډوکو ته دا فرمائى چې، ګوره زۀ به په تاسو کښې ساه واچوم، او تاسو به راژوندى شئ.</verse>
				<verse number="6">زۀ به په تاسو باندې پلې، غوښه راولم او په څرمن کښې به مو پټ کړم، زۀ به په تاسو کښې ساه واچوم، او تاسو به راژوندى شئ. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ ‎يم.“</verse>
				<verse number="7">نو ما هم هغه شان پېشګوئې وکړه څنګه چې ما ته حکم شوے وو. او کله چې ما پېشګوئې کوله، نو ناګهانه بيا ما د هډوکو کړسار او شور واورېدو، او هډُوکى خپلو کښې يو بل سره يوځائ شول او ډانچې ورنه جوړې شوې.</verse>
				<verse number="8">نو بيا ما وليدل چې، پلې او غوښې په هغوئ باندې راغلې او بيا په څرمن کښې پټ شول، خو په هغوئ کښې ساه نۀ وه.</verse>
				<verse number="9">بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”ساه ته پېشګوئې وکړه، پېشګوئې وکړه، اے بنى آدمه، او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى، اے ساه، د څلورو طرفونو هواګانو نه راشه، او په دې قتل شوو کښې ننوځه چې هغوئ راژوندى شى.“</verse>
				<verse number="10">نو ما هم هغه شان پېشګوئې وکړه څنګه چې هغۀ ما ته حکم وکړو، او ساه په هغوئ کښې راغله، هغوئ راژوندى شول او په خپلو پښو ودرېدل، يو ډېر لوئ لښکر ترې جوړ شو.</verse>
				<verse number="11">بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا هډوکى د ټول بنى اِسرائيلى قوم دى. هغوئ وائى چې، زمونږ هډوکى اوچ شوى دى او زمونږ اُميد ختم شوے دے، او مونږ ختم شوى يُو.</verse>
				<verse number="12">نو په دې وجه پېشګوئې وکړه او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ګورئ، اے زما خلقو، زۀ به ستاسو قبرونه پرانيزم او د هغوئ نه به مو بهر راوکاږم او زۀ به تاسو واپس د اِسرائيل زمکې ته راولم.</verse>
				<verse number="13">نو بيا به تاسو زما خلق په دې خبره پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ ستاسو قبرونه پرانيزم او تاسو د دې نه راوکاږم.</verse>
				<verse number="14">زۀ به خپل روح په تاسو کښې واچوم او تاسو به ژوندى شئ، او زۀ به تاسو په خپله زمکه آباد کړم. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې ما مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو، هغه ما وکړل. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“</verse>
				<verse number="15">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،</verse>
				<verse number="16">”اے بنى آدمه، يو امسا راواخله او په هغې وليکه چې دا د يهوداه او هغۀ سره ولاړې قبيلې دى. بيا يو بله امسا راواخله او په هغې دا وليکه چې، د اِفرائيم امسا، دا د يوسف او د ټولو بنى اِسرائيلو د شمالى قبيلو ده چې ورسره ولاړې دى.</verse>
				<verse number="17">بيا هغوئ په يوه امسا کښې داسې يو ځائ کړه چې ستا په لاس کښې هغوئ يو بل سره ونښلى.</verse>
				<verse number="18">کله چې ستا د مُلک خلق ستا نه تپوس وکړى چې، ولې تۀ به مونږ ته دا نۀ وائې چې د دې څۀ مطلب دے؟</verse>
				<verse number="19">هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به د يوسف امسا راواخلم کومه چې د اِفرائيم په لاس کښې ده او د بنى اِسرائيلى قبيلو سره ده چې دۀ سره يې اِتحاد دے او دا د يهوداه امسا سره يو ځائ کوم، او د هغوئ نه يوه امسا جوړوم. او هغه دواړه به زما په لاس کښې يو شى.</verse>
				<verse number="20">نو په کومو امساګانو دې چې ليکل وکړل د هغه خلقو د سترګو د وړاندې يې ونيسه</verse>
				<verse number="21">او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به بنى اِسرائيل د هغه قومونو د مينځ نه راوکاږم چرته چې هغوئ تللى دى. زۀ به هغوئ د هرې خوا نه رايوځائ کړم او هغوئ به خپل مُلک ته واپس راولم.</verse>
				<verse number="22">زۀ به د بنى اِسرائيلو په مُلک او د بنى اِسرائيلو په غرونو کښې د هغوئ نه يو قوم جوړ کړم. په هغوئ ټولو به يو بادشاه حکومت کوى او هغوئ به بيا هيڅکله نۀ دوه قومونه شى او نۀ به په دوو بادشاهتونو تقسيم شى.</verse>
				<verse number="23">هغوئ به نور خپل ځانونه نۀ پليتوى په خپلو بُتانو او نۀ په بدو شکلونو او نۀ په خپلو نورو ګناهونو باندې، ځکه چې زۀ به هغوئ د خپلو ناروا واپس کېدو نۀ وساتم، او زۀ به هغوئ پاک کړم. هغوئ به زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="24">زما خِدمتګار داؤد به د هغوئ بادشاه او د هغوئ ټولو به يو شپونکے وى. هغوئ به زما په اصُولو عمل کوى او زما د قانون د منلو به ډېر خيال ساتى.</verse>
				<verse number="25">هغوئ به په هغه مُلک کښې اوسيږى کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے دے، هغه مُلک چې په کښې ستاسو پلار نيکۀ اوسېدل. هغوئ او د هغوئ ماشومان به نسل در نسل په دې کښې د تل دپاره اوسيږى، او داؤد زما خِدمتګار به د تل دپاره د هغوئ شهزاده وى.</verse>
				<verse number="26">زۀ به د هغوئ سره د امن يو لوظ وکړم، او دا به ابدى لوظ وى. زۀ به هغوئ په خپل مُلک کښې آباد کړم او د هغوئ شمېر به زيات کړم، او زۀ به د هغوئ په مينځ کښې خپله مقدسه عبادتګاه د تل دپاره جوړه کړم.</verse>
				<verse number="27">زما د اوسېدو ځائ به د هغوئ سره وى، زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، او هغوئ به زما خلق وى.</verse>
				<verse number="28">نو بيا قومونه به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ بنى اِسرائيل مقدس کړل، کله چې زما مقدسه عبادتګاه د تل دپاره د هغوئ په مينځ کښې ده.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="38">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”اے بنى آدمه، خپل مخ د ماجوج د مُلک د جوج خلاف کړه، د مسک او توبل د لوئ شهزاده، په خلاف پېشګوئې وکړه.</verse>
				<verse number="3">او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى چې، اے جوجه د مسک او توبل لوئ شهزاده زۀ ستاسو خلاف يم.</verse>
				<verse number="4">زۀ به تا ته راوګرځوم، او په ژامنو کښې به دې کُنډې واچوم او د خپل ټول فوج او آسونو سره به دې بهر راوکاږم، ستا د آسونو سوارۀ په زغرو سمبال دى، او يو لوئ لښکر د خپلو وړو او غټو ډالونو سره دے، او هغوئ ټولو خپلې تُورى راويستلى دى.</verse>
				<verse number="5">د فارس، ايتهوپيا او ليبيا خلق به تا سره شى، او دوئ سره به خپل ډالونه او جنګى ټوپۍ وى.</verse>
				<verse number="6">جُمر به هم سره د خپل ټول لښکر تا سره وى، او د شمال د لرې ځائ بيت‌تُجرمه به خپل ټول لښکر سره او نور ډېر قومونه به تا سره وى.</verse>
				<verse number="7">تۀ تيار شه، تيار اوسه، ټول لښکر چې تا ته د خوا او شا نه راغونډ شوے دے د هغې مشرى وکړه.</verse>
				<verse number="8">ډيرې ورځې وروستو به تا ته حکم وشى چې مسلح شه. په راتلونکى کالونو کښې به تۀ په يو داسې مُلک حمله وکړې کوم چې د جنګ نه په آرام شوے دے، د چا خلق چې د ډېرو مُلکونو نه د بنى اِسرائيلو غرونو ته راغونډ شوى دى، کوم مُلک چې د ډيرې مودې نه وران وو. هغوئ د هغه مُلکونو نه راوستلے شوى دى، او اوس هغوئ ټول په امن کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="9">تۀ او ستا ټول لښکر او هغه ډېر قومونه چې تا سره دى به ورمخکښې شى، لکه د طوفان په شان حمله به وکړى، او تاسو به لکه د وريځې په شان په هغه مُلک کښې خوارۀ شئ.</verse>
				<verse number="10">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په هغه ورځ به ستا ذهن کښې بد خيالونه راشى او تۀ به غلطه منصوبه جوړه کړې.</verse>
				<verse number="11">تۀ به ووائې چې، زۀ به په هغه مُلک حمله وکړم چې دېوالونه يې نۀ وى، زۀ به په هغه خلقو باندې حمله وکړم چې پُراَمنه او په آرام ژوند کوى، هغوئ ټول بغېر د دېوالونو او دروازو او کُنډو اوسيږى.</verse>
				<verse number="12">زۀ به لوټ مار جوړ کړم او خپل لاس به بيا ودان شوو کنډرو پسې او د هغه خلقو خلاف کړم چې د ډېرو قومونو نه راغونډ شوى دى، هغوئ اوس د څاروو او سامانونو نه مالا مال دى، او د دُنيا په مينځ کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="13">د شيبا او د ددان او د ترسيس سوداګر او د دې ټول کليوال به تا ته وائى، ولې تۀ لوټ کولو له راغلے يې څۀ؟ ولې تا خپل لښکر د دې دپاره راغونډ کړے دے چې لوټ مار وکړى، سپين زر او سرۀ زر يوسى، چې څاروى او سامانونه يوسى او ډېر مال لوټ کړى؟</verse>
				<verse number="14">نو په دې وجه، اے بنى آدمه، پېشګوئې وکړه او جوج ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې په هغه ورځ، کله چې زما خلق بنى اِسرائيل په امن اوسيږى ولې تۀ به دا نۀ ګورې څۀ؟</verse>
				<verse number="15">تۀ به د خپل لرې ځائ شمال نه راشې، تۀ او ډېر قومونه به درسره وى، هغوئ ټول به په آسونو سوارۀ وى، يو لوئ لښکر، او تکړه فوج به وى.</verse>
				<verse number="16">تۀ به زما د قوم بنى اِسرائيلو خلاف لکه د وريځ حمله وکړې کومه چې زمکه پټوى. په راتلونکو ورځو کښې، اے جوجه، زۀ به تا د خپل مُلک په خلاف راپاڅوم، نو چې مُلکونه ما وپېژنى کله چې ستا په وسيله زۀ خپل ځان د هغوئ د سترګو د وړاندې مقدس ښکاره کړم.</verse>
				<verse number="17">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ولې تۀ هم هغه نۀ يې د چا چې ما ډېر پخوا د خپلو خِدمتګارانو د بنى اِسرائيلو د پېغمبرانو په وسيله خبرې کړې وې؟ په هغه وخت کښې هغوئ تر ډېرو کالونو پورې پېشګوئې وکړه چې زۀ به تا د هغوئ خلاف راولم.“</verse>
				<verse number="18">”په هغه ورځ به داسې وشى، کله چې جوج د اِسرائيل په مُلک حمله وکړى، زما سخت قهر به راوپاريږى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="19">زۀ په خپل غېرت او سخت قهر کښې دا فرمايم چې په هغه ورځ به د اِسرائيل په مُلک کښې يوه لويه زلزله راشى.</verse>
				<verse number="20">د سمندر کبان، د هوا مارغان، د صحرا ځناور، هر يو مخلوق کوم چې په زمکه باندې ګرځى، او د زمکې په مخ باندې ټول انسانان به زما په حضور کښې ولړزيږى. غرونه به اولټه شى، د غرونو څوکې به راونړيږى او هر يو دېوال به په زمکه راپرېوځى.</verse>
				<verse number="21">زۀ به تُوره د جوج خلاف په خپلو ټولو غرونو ورولېږم مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. د هر چا تُوره به د خپل ورور خلاف وى.</verse>
				<verse number="22">زۀ به په وبا او قتل عام د هغۀ عدالت وکړم، زۀ به سېلابى بارانونه، ږلۍ او سوزونکى ګوګړ په هغۀ او د هغۀ په لښکرو او ورسره په نورو ډېرو قومونو نازل کړم.</verse>
				<verse number="23">او بيا به زۀ خپله لوئى او پاکوالے ښکاره کړم، او زۀ به خپل ځان د ډېرو قومونو په وړاندې ښکاره کړم. بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="39">
				<verse number="1">”اے بنى آدمه، د جوج خلاف پېشګوئې وکړه او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، اے جوجه، د مسک او توبل لوئ شهزاده زۀ ستا خلاف يم.</verse>
				<verse number="2">زۀ به تا راتاو کړم او رابه دې کاږم. زۀ به تا د شمال لرې ځائ نه راولم او د بنى اِسرائيلو د غرونو خلاف به دې ولېږم.</verse>
				<verse number="3">بيا به زۀ لينده ستا د ګس لاس نه واخلم او غشى به ستا د ښى لاس نه وغورزوم.</verse>
				<verse number="4">د بنى اِسرائيلو په غرونو به تۀ سره د خپلو ټولو فوجيانو او ټولو قومونو چې تا سره دى قتل کړے شې. زۀ به تاسو د هر قسمه مردار خورو مارغانو او ځنګلى ځناورو په خوراک بدل کړم.</verse>
				<verse number="5">تاسو به په هوار مېدان کښې قتل شئ، ځکه چې دا ما مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="6">زۀ به په ماجوج او په هغوئ څوک چې د سمندر په غاړه کښې په امن اوسيږى اور نازل کړم، او هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="7">زۀ به خپل مقدس نوم د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې څرګند کړم. زۀ به نور خپل مقدس نوم بې‌حرمتۍ ته پرې نۀ ږدم، او قومونه به پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو کښې مقدس ذات يم.</verse>
				<verse number="8">دا ورځ راروانه ده، دا به يقيناً راشى، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى. دا هغه ورځ ده چې ما يې ذکر کړے دے.</verse>
				<verse number="9">بيا هغوئ څوک چې د بنى اِسرائيلو په ښارونو کښې اوسيږى به بهر لاړ شى او وسلې به د سوزولو دپاره استعمال کړى او واړۀ او غټ ډالونه، ليندې او غشى، جنګى ډنډې او نېزې به وسوزوى. د اووۀ کالو پورې به هغوئ دا سوزولو دپاره استعمالوى.</verse>
				<verse number="10">هغوئ ته به ضرورت نۀ وى د پټو نه د خشاک راټولولو او نۀ به ورته د ځنګل د کټ کولو، ځکه چې هغوئ به وسلې د خشاک په طور استعمال کړى. او هغوئ به هغه لوټ کړى چا چې دوئ لوټ کړى وُو او هغوئ به تالا کړى چا چې دوئ تالا کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“</verse>
				<verse number="11">”په هغه ورځ به زۀ جوج له په بنى اِسرائيلو کښې د يو لوئ قبرستان ځائ ورکړم، په هغه وادۍ کښې په کومه کښې چې خلق د سمندر مشرق خوا ته تلۀ راتلۀ کوى. دا به د مسافرو لاره بنده کړى، ځکه چې جوج او د هغۀ ټول لښکر به هلته ښخ وى. نو بيا به دې ته د هامون جوج وادى وئيلے کيږى.</verse>
				<verse number="12">تر اوو مياشتو پورې به د بنى اِسرائيلو قوم هغوئ ښخوى د دې دپاره چې زمکه ترې صفا کړى.</verse>
				<verse number="13">د هغه مُلک ټول خلق به د هغوئ په ښخولو کښې مدد وکړى، په دې ورځ چې زۀ په دُنيا باندې خپل جلال څرګند کړم، نو دا کار به د دوئ دپاره د عزت باعث شى، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="14">د مُلک پاکولو دپاره به کسان لګولے شوى وى چې هغه صفا کړى. او د هغوئ سره څۀ کسان به په ټول مُلک کښې وګرځى او نور لاشونه چې په زمکه پاتې وى چې هغه ښخ کړى. او پوره اووۀ مياشتې به هغوئ خپل لټون جارى وساتى.</verse>
				<verse number="15">کله چې هغوئ په ټول مُلک کښې ګرځى او په هغوئ کښې يو کس د انسان هډوکى وګورى، نو هغه به د دې په خوا کښې نښه جوړه کړى ترڅو چې قبرکند هغه د هامون جوج په وادۍ کښې ښخ کړى.</verse>
				<verse number="16">هلته يو ښار هم دے چې هامونه نوميږى. نو دغه شان به هغوئ زمکه پاکه کړى.</verse>
				<verse number="17">اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى چې، هر قسمه مارغانو او ځناورو ته آواز وکړئ چې، راجمع شئ او د ټولو ګېرچاپېره ځايونو نه هغه قربانۍ دپاره راشئ چې زۀ يې تاسو دپاره تياروم، دا د بنى اِسرائيلو په غرونو لويه قربانى ده. هلته به تاسو غوښې وخورئ او وينه به وڅښئ.</verse>
				<verse number="18">تاسو به د تکړه سړو غوښې وخورئ او د زمکې د شهزادګانو وينې به وڅښئ، دوئ ټول لکه د بسن د ګډانو او ګډورو، چېلو او غوَيانو، څاربۀ څاروى په شان دى.</verse>
				<verse number="19">کومه قربانى چې زۀ تاسو دپاره تياروم، د دې چربى به تاسو په مَړه خېټه وخورئ او وينه به تر هغې وڅښئ چې نشه شئ.</verse>
				<verse number="20">زما په دسترخوان به تاسو د آسونو او د آسونو د سورو، د تکړه سړو، او د هر قسم فوجيانو غوښې وخورئ، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="21">زۀ به د قومونو په مينځ کښې خپل جلال ښکاره کړم، او ټول قومونه به وګورى هغه سزا چې زۀ يې نازلوم او هغه لاس چې ما په هغوئ باندې اېښے دے.</verse>
				<verse number="22">د هغه ورځې نه به بنى اِسرائيل په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم.</verse>
				<verse number="23">او قومونه به په دې پوهه شى چې بنى اِسرائيل د خپلې ګناه په وجه جلاوطن کړے شوى وُو، ځکه چې هغوئ ما سره بې‌وفا وُو. نو ځکه ما خپل مخ د هغوئ نه پټ کړو او هغوئ مې دشمنانو ته حواله کړل، او په تُوره باندې قتل کړے شول.</verse>
				<verse number="24">ما د هغوئ سره د هغوئ د ناپاکوالى او د بدعملۍ په مطابق سلوک وکړو، او ما خپل مخ د هغوئ نه پټ کړو.“</verse>
				<verse number="25">”نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به اوس يعقوب د غلامۍ نه واپس راولم او د اِسرائيل په ټولو خلقو به رحم وکړم، او زۀ به په خپل مقدس نوم غېرت وکړم.</verse>
				<verse number="26">هغوئ به خپل شرم او هغه ټوله بې‌ايمانى هېره کړى کومه چې هغوئ زما خلاف کړې وه کله چې هغوئ په خپل مُلک کښې بغېر د چا د يرې نه په امن او سکون کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="27">کله چې زۀ هغوئ د نورو قومونو نه واپس راولم او هغوئ د خپلو دشمنانو د مُلکونو نه راغونډ کړم، نو زۀ به خپل ځان د نورو ډېرو قومونو د سترګو په وړاندې د دوئ په وسيله مقدس ښکاره کړم.</verse>
				<verse number="28">نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم، اګر کۀ ما هغوئ نورو مُلکونو ته جلاوطن کړى وُو، زۀ به هغوئ خپل مُلک ته رايوځائ کړم، او د هغوئ يو کس به هم وروستو پرې نۀ ږدم.</verse>
				<verse number="29">زۀ به نور هيڅکله خپل مخ د دوئ نه پټ نۀ کړم، زۀ به خپل روح د بنى اِسرائيلو په قوم نازل کړم، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="40">
				<verse number="1">زمونږ د جلاوطنۍ په پينځويشتم کال، د څوارلسم کال په شروع کېدو او د مياشتې په لسم تاريخ چې ښار راپرېوتو په هم دغه ورځ د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو او هغۀ زۀ هلته بوتلم.</verse>
				<verse number="2">د مالِک خُدائ په رويا کښې هغۀ زۀ د بنى اِسرائيلو مُلک ته بوتلم. او د يو ډېر اوچت غر دپاسه يې کښېنولم، د چا په جنوب طرف کښې چې يو څو عمارتونه وُو کوم چې د يو ښار په شان ښکارېدل.</verse>
				<verse number="3">کله چې هغۀ زۀ هلته بوتلم، نو ما يو سړے وليدو څوک چې د زېړو په شان ښکارېدو، او هغه د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او په لاس کښې يې د کتان فيته وه او د ناپ تول لرګے يې نيولے وو.</verse>
				<verse number="4">هغه سړى ما ته ووئيل، ”اے بنى آدمه، په خپلو سترګو وګوره او په خپلو غوږونو واوره او هر څۀ چې درته ښايم هغې ته ښۀ توجو وکړه، ځکه خو تۀ د دې دپاره راوستلے شوے يې. هر څۀ چې تۀ ووينې هغه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه.“</verse>
				<verse number="5">ما وليدل چې هلته د مالِک خُدائ د کور نه ګېرچاپېره دېوال راتاو وو. د هغه سړى په لاس کښې د ناپ کولو لرګے لس نيم فټه وو چې دېوال يې ناپ کړو، او دېوال غټوالے لس نيم فټه پلن وو او لس نيم فټه اوچت وو.</verse>
				<verse number="6">نو بيا هغه د هغې دروازې خوا ته لاړو چې مخ يې د مشرق طرف ته وو. هغه په پوړو وروختو او د دروازې درشل يې ناپ کړو چې هغه لس نيم فټه وه.</verse>
				<verse number="7">هلته په دروازه کښې ښې طرف ته او ګس طرف ته درې د څوکيدارانو کوټې جوړې شوې وې چې د هرې يوې اوږدوالے او پلنوالے لس نيم فټه وو او د څوکيدارانو د کوټو په مينځ کښې د دېوال پلنوالے پاو کم نهۀ فټه وو. او د څوکيدارانو د کوټو شاته د تېرېدو لاره وه چې لس نيم فټه ژوره وه او د دې کمرو نه وروستو يوه بله درشل وه چې لس نيم فټه وه او د مالِک خُدائ کور ته تللې وه.</verse>
				<verse number="8">نو بيا هغۀ د دروازې دننه ډيوډۍ ناپ کړه،</verse>
				<verse number="9">نو بيا د هغې اوږدوالے څوارلس فټه وو او د هغې د ستنې پلنوالے درې نيم فټه وو. د دې ډيوډۍ آخر سر د خُدائ پاک د کور د داخلېدو دواړو خواؤ دېوالونو ته نزدې او مخامخ وو.</verse>
				<verse number="10">د مشرق خوا ته دروازه کښې په دواړو طرفونو ته درې کوټې وې، او ټولې په يو ناپ تول وې او د دې په مينځ کښې ټول دېوالونه هم يو شان پلن وُو.</verse>
				<verse number="11">نو بيا هغۀ د دروازې سره د داخلېدو د ځائ پلنوالے ناپ کړو، کوم چې اوولس نيم فټه پلن وو او د دروازې سره لاره پاو کم درويشت فټه وه.</verse>
				<verse number="12">د څوکيدارانو د هرې کوټې مخکښې يو دېوال وو چې يوويشت اِنچه وو او د هرې کمرې اوږدوالے او پلنوالے لس نيم فټه وو.</verse>
				<verse number="13">نو بيا هغۀ په دې دروازه د څوکيدار د کوټې د شا د دېوال نه واخله د مخامخ کوټې د شا د دېوال پورې فاصله ناپ کړه، هغه پاو کم څلور څلوېښت فټه وه.</verse>
				<verse number="14">هغۀ بيا د دروازې مينځنے دېوال کوم چې د خُدائ د کور دربار سره يوځائ شوے وو ناپ کړو هغه يو سل او پينځۀ فټه وو.</verse>
				<verse number="15">د دروازې د داخلېدو نه واخله د دربار تر آخر سر پورې فاصله اووۀ اتيا نيم فټه وه.</verse>
				<verse number="16">د څوکيدارانو په ټولو کوټو کښې وړې وړې کړکۍ غوندې وې، څۀ په بهرنى دېوالونو کښې وې، څۀ د کمرو په دننه دېوالونو کښې وې. او په دېوالونو د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه.</verse>
				<verse number="17">نو بيا هغۀ زۀ د دروازې په لار د خُدائ د کور بهرنى دربار ته راوستلم. هلته ما يو څو کوټې او پياده لاره وليدله چې د دربار نه ګېرچاپېره راتاو شوې وه او دې لار ته مخامخ دېرش کوټې وى.</verse>
				<verse number="18">دا پخه لار تر دروازو پورې جوړه شوې وه او د دېوالونو نه تر دربار پورې غزېدلې وه او هم دومره فاصله يې د عمومى دروازې پورې وه.</verse>
				<verse number="19">نو بيا هغۀ د دننه نه د ښکته دروازې د دربار داخل نه بهر طرف ته فاصله ناپ کړه، دا د مشرق خوا ته يو سل او پينځۀ اويا فټه او شمال خوا ته هم يو شان فاصله وه.</verse>
				<verse number="20">نو بيا هغۀ شمال خوا ته د دروازې اوږدوالے او پلنوالے ناپ کړو، کوم چې بهر صحن طرف ته ځى.</verse>
				<verse number="21">د دروازې د داخلېدو په لار کښې دواړو خواو د څوکيدارانو درې درې کوټې وې، د هغوئ په مينځ کښې دېوالونه او د هغوئ دننه کوټې ټولې د هغې وړومبې مشرقى دروازې په اندازه وې. د دروازې ډيوډۍ اووۀ اتيا نيم فټه اوږده وه او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه.</verse>
				<verse number="22">د مشرق دروازې په شان، د هغې د داخلېدو کوټه او کړکۍ او د کجورو د ونو ګُلکارى هم هغه شان په يوه اندازه شوې وې. او اووۀ پوړۍ هم ورته ختلې وې، چې مخامخ ورته ډيوډۍ وه چې دربار ته تللې وه.</verse>
				<verse number="23">هلته دننه د دربار طرف چې د شمال خوا نه يوه دروازه وه، بلکل لکه د هغه دروازې په شان لکه څنګه چې په مشرق کښې وه. هغۀ د يوې دروازې بلې دروازې ته مخامخ فاصله ناپ کړه، هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه وه.</verse>
				<verse number="24">نو بيا هغه سړى زۀ د جنوب خوا ته بوتلم او ما بيا هلته يوه دروازه وليده چې د جنوب خوا ته يې مخ وو. هغۀ بيا د دې دېوالونه او کوټې ناپ کړې چې بلکل د هغه نورو دروازو په ناپ تول وې.</verse>
				<verse number="25">د دروازې او د هغې د چوکيدارانو د کوټو ګېرچاپېره وړې وړې کړکۍ وې، د هغې کړکۍ د نورو کړکو په شان وې. د تېرېدو لار اووۀ اتيا نيم فټه اوږده وه او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه.</verse>
				<verse number="26">د هغه کوټو مخامخ هغې ته د بهر نه يوه لار ورختلې وه چې اووۀ پوړۍ يې وې، او د هغې په دېوالونو باندې په دواړو خواؤ د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه.</verse>
				<verse number="27">د دننه دربار هم يوه دروازه وه چې جنوب خوا ته يې مخ وو، او هغۀ بيا د دې دروازې نه د بهر د جنوب دروازې خوا ته ناپ تول وکړو، هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه وو.</verse>
				<verse number="28">نو بيا هغه سړى زۀ دننه دربار ته په جنوبى دروازه باندې راوستلم، او هغۀ جنوبى دروازه ناپ کړه، هغه هم د نورو دروازو په ناپ وه.</verse>
				<verse number="29">د هغې د څوکيدارانو کوټې، او مينځنى دېوالونه او ډيوډۍ د هغه نورو دروازو سره په ناپ کښې يو شان وې. دروازه او د هغې د کوټو کړکۍ ګېرچاپېره وې، هغه اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې.</verse>
				<verse number="30">د دروازې د داخلېدو د کوټې ناپ تول کومه چې دننه د دربار صحن ته ورغلې وه څوارلس فټه اوږده او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه.</verse>
				<verse number="31">د هغې د کوټې مخ بهر دربار خوا ته وو، د هغې په ستنو د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه، او اتۀ پوړۍ ورته ورختلې وې.</verse>
				<verse number="32">نو بيا هغۀ زۀ په مشرقى لار دننه دربار ته راوستلم، او هغۀ هغه دروازه ناپ کړه، د هغې ناپ هم د نورو سره يو شان وو.</verse>
				<verse number="33">د هغې د څوکيدارانو کوټې، مينځنى دېوالونه او د هغې ډيوډۍ د نورو دروازو سره يو شان په يو ناپ وې. د دروازې او د برنډې يو شان ګېرچاپېره کړکۍ وې. دا اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې وې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې.</verse>
				<verse number="34">د هغې د ډيوډۍ مخ دننه د دربار طرف ته وو، او د دواړو طرفو په ستنو يې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه، او اتۀ پوړۍ ورختلې وې.</verse>
				<verse number="35">نو بيا هغۀ زۀ د شمال دروازې طرف ته راوستلم او هغۀ د هغې ناپ واخستو. او هغه لار هم د هغه نورو په شان په يو ناپ وه.</verse>
				<verse number="36">د هغې د څوکيدارانو کوټې، مينځنى دېوالونه او د هغې ډيوډۍ د نورو دروازو سره يو شان په يو ناپ وې. د دروازې او برنډې يو شان ګېرچاپېره کړکۍ وې. دا اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې وې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې.</verse>
				<verse number="37">ډيوډۍ بهرنى دربار ته مخامخ وه. د تېرېدو د ځائ په دېوالونو باندې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه. دې دروازې ته اتۀ پوړۍ ختلې وې.</verse>
				<verse number="38">د شمال د طرف نه دننه يوه دروازه وه چې د داخلېدو د کوټې د لارې نه دننه دربار ته تللې وه چې هلته به په هغې کښې د سوزولو قربانۍ څاروى وينځلے کېدل.</verse>
				<verse number="39">د دروازې د ډيوډۍ سره په دواړه خواو کښې دوه مېزونه وُو، په کومو به چې د سوزولو د نذرانو، د ګناه د نذرانو او د ګناه د تاوان د نذرانو څاروى حلالولے شول.</verse>
				<verse number="40">د کوټې دروازې د کوټې د بهرنى دېوال سره، د پوړو سره نزدې د شمال دروازې ته د داخلېدو په لار هلته هم دوه مېزونه وُو، او د پوړو په بل طرف هم دوه مېزونه وُو.</verse>
				<verse number="41">نو بيا د دروازې په يوې خوا کښې هم څلور مېزونه وُو او په بله خوا کښې هم څلور مېزونه وُو. دا ټول اتۀ مېزونه وُو په کومو به چې د قربانۍ څاروى حلالېدل.</verse>
				<verse number="42">نو هلته هم څلور مېزونه د تراشلے شوو کاڼو نه د سوزېدونکې قربانۍ دپاره جوړ شوى وُو چې يو دېرش نيم اِنچه اوږدۀ او پلن وُو او يوويشت اِنچه لوړ وُو. په دې مېزونو باندې د قربانۍ د څاروو د حلالېدلو دپاره د قصابانو چړې او نور څيزونه پراتۀ وُو.</verse>
				<verse number="43">په ګېرچاپېره دېوال کښې د دوو خُلو والا کُنډې راځوړندې وې چې يو څپک اوږدې وې. دا مېزونه د نذرانو د څاروو دپاره وُو.</verse>
				<verse number="44">نو بيا مونږ دننه دربار ته ننوتو، هلته د شمالى دروازې سره يوه کوټه وه چې دننه دربار طرف ته کولاو وه او د هغې مخ جنوب طرف ته وه. د جنوبى دروازې سره هم دا شان کوټه وه چې د هغې مخ شمال طرف ته وو.</verse>
				<verse number="45">هغه سړى ما ته ووئيل، د کومې کوټې چې د جنوب طرف ته يې مخه ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې مشران دى.</verse>
				<verse number="46">او هغه کوټه د کومې مخه چې شمال خوا ته ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د قربان‌ګاه مشران دى. او هغوئ د صدوق زامن دى، څوک چې د ليويانو د قبيلې يواځې هغه کسان دى چا ته چې د مالِک خُدائ په حضور کښې د خِدمت کولو اجازت ورکړے شوے دے.</verse>
				<verse number="47">نو بيا هغه سړى د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ناپ کړو او هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد او يو سل او پينځۀ اويا فټه پلن وو. او قربان‌ګاه د دربار په صحن کښې د مالِک خُدائ د کور مخې ته وه.</verse>
				<verse number="48">بيا هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه کوټې ته راوستلم. او هغۀ د ډيوډۍ د ستنو ناپ واخستو، او هغه پاو کم نهۀ فټه په هرې خوا پلنې وې، او په خپله د داخلېدو د دروازې پلنوالے څليريشت فټه وو، او يو بل دېوال وو په هره خوا کښې چې پاو کم شپږ فټه وو.</verse>
				<verse number="49">د داخلېدو د کوټې پلنوالے پينځۀ دېرش فټه وو، او اوږدوالے يې يوويشت فټه وو. او دې کوټې ته لس پوړۍ ورختلې وې، د دروازې په دواړو خواو دېوالونو کښې ستنې ولاړې وې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="41">
				<verse number="1">بيا هغه سړى زۀ د خُدائ د کور مقدس ځائ ته راوستلم او هغۀ د دروازو ستنې ناپ کړې، دواړو خواو ته د ستنو پلنوالے لس نيم فټه وو.</verse>
				<verse number="2">د داخلېدو لار اوولس نيم فټه پلنه وه، او د دواړو خوا دېوال ‎پاو کم نهۀ فټه اوږد وو. هغۀ بهرنے مقدس ځائ هم ناپ کړو، دا اويا فټه اوږد وو او پينځۀ دېرش فټه پلن وو.</verse>
				<verse number="3">بيا هغه دننه مقدس ځائ ته لاړو او د داخلېدو د لارې ستنې ‎يې ناپ کړې، او هره يوه درې نيم فټه پلنه وه. د داخلېدو لار لس نيم فټه پلنه وه، او د دواړو خواؤ دېوالونه ‎پاو باندې دولس فټه پلن وُو.</verse>
				<verse number="4">او هغۀ د دننه مقدس ځائ اوږدوالے ناپ کړو، هغه پينځۀ دېرش فټه وو، او د دې پلنوالے پينځۀ دېرش فټه وو. هغۀ ما ته ووئيل، ”دا د ټولو نه زيات مقدس ځائ دے.“</verse>
				<verse number="5">بيا هغۀ د خُدائ د کور دېوال ناپ کړو، هغه لس نيم فټه پلن وو. او د خُدائ د کور ګېرچاپېره هر طرف ته کوټه اووۀ فټه پلنه وه.</verse>
				<verse number="6">دا کوټې درې منزله وې، او په هر منزل کښې دېرش کوټې وې. د خُدائ د کور د دېوال ګېرچاپېره پايې وې د دې دپاره چې دا د دې کوټو دپاره ټيک وې. نو چې د دې کوټو تيرونه دېوال کښې دننه نۀ لګېدل.</verse>
				<verse number="7">د خُدائ د کور ګېرچاپېره د دوېم چت کوټې د اول چت نه غټې وې او د درېم چت کوټې د دوېم چت نه غټې وې. کومه ډانچه چې د خُدائ د کور ګېرچاپېره جوړه شوې وه د لاندې نه بره حالت کښې جوړه وه، نو هغه کوټې کولاو وې چې بره وې. د لاندې نه تر دريم چت پورې پوړۍ ختلې وې.</verse>
				<verse number="8">ما وليدل چې د خُدائ د کور نه ګېرچاپېره اوچته چونتره وه، چې د کوټو بنياد وو. د دې ناپ تول لس نيم فټه اوچت وو.</verse>
				<verse number="9">د هغه کوټو بهرنے دېوال پاو کم نهۀ فټه پلن وو. د کوټو په مينځ کښې هغه کولاو ځائ وو.</verse>
				<verse number="10">او د خُدائ د کور نه ګېرچاپېره د اِمامانو کوټې پينځۀ دېرش فټه پلنې وې.</verse>
				<verse number="11">د کولاو ځائ نه دې کوټو ته د ورننوتلو لارې ورغلې وې، يوه په شمال کښې او بله په جنوب کښې وه، او بنياد چې دا کولاو ځائ په خپلو کښې يو ځائ کوى پاو کم نهۀ فټه کولاو وو.</verse>
				<verse number="12">يو بل عمارت چې مخه يې د خُدائ د کور د دربار مغرب طرف ته وه هغه يو سل دوويشت نيم فټه کولاو او يو سل او اووۀ پنځوس نيم فټه اوږد وو، او د هغې دېوالونه پاو کم نهۀ فټه پلن وُو.</verse>
				<verse number="13">بيا هغۀ د خُدائ د کور ناپ وکړو، دا يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو، او د خُدائ د کور دربار او هغه عمارت چې د دې دېوالونو سره وو هغه هم يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.</verse>
				<verse number="14">مشرق طرف ته د مالِک خُدائ د مقدس کور دربار د خُدائ د کور مخې سره يو سل او پينځۀ اويا فټه پلن وو.</verse>
				<verse number="15">بيا هغۀ د هغه عمارت اوږدوالے د دېوالونو سره ناپ کړو چې د خُدائ د کور دربار ته مخامخ وو، چې دا يو سل او پينځۀ اويا فټه وو. د مالِک خُدائ د کور ډيوډۍ، مقدس ځائ او د ټولو نه زيات مقدس ځائ،</verse>
				<verse number="16">او وړې کړکۍ او د دې دريواړو نه ګېرچاپېره هالونه د دې هر څۀ نه وروستو او د ډيوډۍ سره ټول په لرګى پټ وُو. فرش او دېوال، تر کړکيانو پورې او کړکۍ هم پټې وې.</verse>
				<verse number="17">د دروازو دپاسه کومه لار چې د مالِک خُدائ د کور دننه مقدس ځائ ته ورغلې وه او د هغې په دننه او بهر دېوالونو باندې هم</verse>
				<verse number="18">د وزرو والا د مخلوق او د کجورو د ونو تصويرونه جوړ شوى وُو. او د وزرو والا مخلوق او د کجورو ونې يو د بل پسې نقش شوى وُو، او د هر يو وزرو والا مخلوق دوه مخونه وُو.</verse>
				<verse number="19">انسانى مخ يې د کجورې يوې ونې طرف ته وو او د زمرى مخ يې د کجورې د بلې ونې طرف ته وو. دا تصويرونه ګېرچاپېره د خُدائ په کور کښې نقش شوى وُو.</verse>
				<verse number="20">د فرش نه تر د ننوتلو دروازې پورې پاس، او د بهرنى مقدس ځائ په دېوال باندې د وزرو والا د مخلوق او د کجورو د ونو تصويرونه جوړ شوى وُو.</verse>
				<verse number="21">د بهرنى مقدس ځائ د دروازو چوکاټونه مربع وُو او د ډېر زيات مقدس ځائ مخې ته هم د دې په شان وُو.</verse>
				<verse number="22">هلته د لرګى يوه قربان‌ګاه وه چې پاو باندې پينځۀ فټه اوچته او درې نيم فټه پلنه وه. د دې ګوټونه، د دې بېخ، او د دې اړخونه د لرګى نه جوړ شوى وُو. هغه سړى ما ته ووئيل، ”دا هغه مېز دے چې د مالِک خُدائ په وړاندې ولاړ دے.“</verse>
				<verse number="23">بهرنى دواړو مقدس ځايونو او ډېر زيات مقدس ځائ دوه دروازې وې.</verse>
				<verse number="24">هرې يوې دروازې دوه پلې لرلې او هرې يوې پلې ته دوه قبضې وې.</verse>
				<verse number="25">او د بهرنى مقدس ځائ په دروازو د وزرو والا مخلوق تصوير او د کجورو د ونې تصويرونه نقش وُو لکه څنګه چې په دېوالونو باندې نقش شوى وُو، او هلته د لرګو يو دالان د وړې کوټې مخې ته جوړ شوے وو.</verse>
				<verse number="26">د وړې کوټې په بهرنى دېوالونو باندې وړې کړکۍ وې چې په هره يوه باندې د کجورو ونې نقش شوې وې. د خُدائ د کور د وړو کوټو مخې کښې هم د لرګو دالانونه وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="42">
				<verse number="1">بيا هغه سړى زۀ د شمال خوا ته بهرنى دربار ته بوتلم او زۀ يې د مالِک خُدائ د کور مخامخ دربار کوټو ته او بهرنى دېوال ته مخامخ د شمال خوا ته راوستلم.</verse>
				<verse number="2">هغه کور چې دروازه يې د شمال طرف ته وه هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږده وه او اووۀ اتيا نيم فټه پلنه وه.</verse>
				<verse number="3">دواړه په دې حِصه کښې پينځۀ دېرش فټه کښې د دنننى دربار نه او په مخامخ بله حِصه کښې د بهرنى دربار نه، په دريواړو منزلونو کښې کړکۍ يو بل ته مخامخ وې.</verse>
				<verse number="4">د دې کوټو په مخکښې يوه دننه لار وه اوولس نيم فټه پلنه او يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږده وه. د دې دروازې په شمال کښې وې.</verse>
				<verse number="5">نو بره کوټې تنګې وې، ځکه چې په دې کښې هالونو د لاندې او مينځنى منزلونو د کور د کوټو په نسبت ډېر ځائ نيولے وو.</verse>
				<verse number="6">د درېم چت په کوټو کښې ستنې نۀ وې، لکه څنګه چې د دربار وې، نو دا نسبت د لاندې او مينځنى چتونو نه لږې شان وړې وې.</verse>
				<verse number="7">هلته بهرنے دېوال د کوټو او د بهرنى دربار سره برابر وو، او دا د کوټو مخې ته اووۀ اتيا نيم فټه اوږد وو.</verse>
				<verse number="8">نو د کوټو قطار د بهرنى دربار په طرف اووۀ اتيا نيم فټه اوږد وو، او د مقدس ځائ سره نزدې قطار يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.</verse>
				<verse number="9">لاندې کوټو ته د مشرق طرف نه د ننوتو لار وه کومه چې دې ته د بهرنى دربار نه ورننوځى.</verse>
				<verse number="10">د خُدائ د کور جنوب طرف ته يو بله آبادى وه چې د مالِک خُدائ د کور مغرب طرف ته وه</verse>
				<verse number="11">چې د دې مخې ته د تېرېدو لاره وه. دا لکه د شمال د کوټو په شان وې، دا هم هغه هومره اوږدې او پلنې وې، او هم يو شان لارې او ناپ يې وو. د شمال د تېرېدو د دروازو په شان د دې</verse>
				<verse number="12">د کوټو دروازې جنوب طرف ته وې. هلته يوه دروازه وه چې دا د حِفاظتى دېوال سره يو شان د مشرق طرف ته غزېدلې وه، په کومه چې يو کس کوټو ته ننوځى.</verse>
				<verse number="13">بيا هغۀ ما ته ووئيل، ”شمال او جنوب ته کوټې چې د مالِک خُدائ د کور دربار ته يې مخې دى د اِمامانو کوټې دى، چرته چې هغه اِمامان څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې ودرېدل نو هغوئ دې مقدسې نذرانې وخورى. هلته به هغوئ ډيرې مقدسې نذرانې کېږدى، يعنې د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې، ځکه چې هغه ځائ مقدس دے.</verse>
				<verse number="14">کله چې اِمامان د مالِک خُدائ په مقدس کور کښې داخل شى، بيا به هغوئ تر هغه وخته بهرنى دربار ته نۀ ځى ترڅو چې هغوئ هغه مقدسې جامې ونۀ باسى په کومو کښې چې هغوئ خِدمت کولو، ځکه چې دا مقدسې دى. هغوئ له پکار دى چې نورې کپړې واچوى د دې نه مخکښې چې هغوئ هغه ځايونو ته ورشى کوم چې د نورو خلقو دپاره دى.“</verse>
				<verse number="15">کله چې هغۀ د مالِک خُدائ د کور دننه هر څۀ ناپ کړل، بيا هغۀ زۀ په مشرقى دروازې بهر راوويستلم او هغۀ ګېرچاپېره ټول هر څۀ ناپ کړل.</verse>
				<verse number="16">هغۀ د ناپ تول په چوکۍ مشرقى دېوال ناپ کړو، دا اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.</verse>
				<verse number="17">بيا هغۀ شمال طرف ته دېوال ناپ کړو، دا د ناپ په چوکې اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه وو.</verse>
				<verse number="18">هغۀ جنوبى طرف دېوال ناپ کړو، هغه د ناپ په چوکې اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه وو.</verse>
				<verse number="19">بيا هغه مغرب طرف ته تاو شو او هغه دېوال يې ناپ کړو، او د ناپ په چوکې دا اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه وو.</verse>
				<verse number="20">بيا هغۀ هغه څلور واړه طرفونه ناپ کړل. او د دې نه ګېرچاپېره دېوال وو، چې اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه اوږد او اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه پلن وو، د دې مقصد دا وو چې عام ځائ د مقدس ځائ نه جدا کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="43">
				<verse number="1">بيا زۀ هغه سړى هغه دروازې ته راوستلم چې د مشرق طرف ته يې مخ وو،</verse>
				<verse number="2">او ناګهانه ما وليدل چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د مشرق خوا نه راروان وو. د هغۀ آواز لکه د ډېرو اوبو د غرار په شان وو، او زمکه د هغۀ د جلال په وجه روښانه وه.</verse>
				<verse number="3">کومه رويا چې ما وليدله د هغه رويا په شان وه کومه چې ما ليدلې وه کله چې هغه د ښار تباه کولو له راغلو او د هغه رويا په شان چې ما د کبار د سيند په غاړه وليدله، او زۀ پړمخې پرېوتلم.</verse>
				<verse number="4">د مالِک خُدائ جلال د مالِک خُدائ په کور کښې د نمرخاتۀ دروازې نه ورننوتو.</verse>
				<verse number="5">بيا زۀ روح اوچت کړم او دننه دربار ته يې راوستلم، او د مالِک خُدائ جلال د خُدائ کور ډک کړو.</verse>
				<verse number="6">کله چې هغه سړے زما خوا کښې ولاړ وو، ما دا واورېدل چې څوک ما ته د خُدائ د کور دننه نه خبرې کوى.</verse>
				<verse number="7">هغۀ وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا زما تخت او د پښو د لګولو مقام دے. دا هغه مقام دے چې زۀ به په کښې د تل دپاره د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم. هغوئ او د هغوئ بادشاهان به نور په بُت‌خانو کښې بُت پرستى او زما د مقدس نوم سپکاوے نۀ کوى. او نۀ به نور دوئ د خپلو مړو بادشاهانو د علاقائى زيارتونو عزت کوى.</verse>
				<verse number="8">کله چې هغوئ خپل درشل زما درشل سره خوا کښې او د خپلو دروازو بازو زما د دروازو د بازوګانو سره ولګول، زما او د هغوئ په مينځ کښې صرف ‎يو دېوال وو، هغوئ زما د مقدس نوم بې‌حرمتى په خپلو بدو عملونو سره وکړه. نو ما په خپله غصه کښې هغوئ تباه کړل.</verse>
				<verse number="9">هغوئ دې اوس خپله بُت پرستى او د خپلو بادشاهانو زيارتونه زما د مخې نه اخوا کړى، او زۀ به د هغوئ په مينځ کښې د تل دپاره اوسېږم.</verse>
				<verse number="10">اے بنى آدمه، د مالِک خُدائ کور د بنى اِسرائيل قوم ته وښايه، چې هغوئ په خپلو ګناهونو وشرميږى. پرېږده چې هغوئ په غور سره نقشه وګورى،</verse>
				<verse number="11">او کۀ چرې هغوئ په خپلو ټولو کارونو باندې وشرميږى کوم چې هغوئ کړى دى، نو هغوئ ته د خُدائ د کور نقشه او د هغې ترتيب، د هغې د وتو لارې او د داخلېدو لارې، د هغې ټوله نقشه او د هغې اصُول او احکام وښايه. دا د هغوئ د وړاندې وليکه نو چې هغوئ د دې ترتيب وفادارى وکړى او د دې د احکامو پيروى وکړى.</verse>
				<verse number="12">د مالِک خُدائ د کور دا قانون دے، د غرۀ دپاسه ګېرچاپېره علاقه به د ټولو نه زياته مقدسه وى. دا د خُدائ د کور قانون دے.“</verse>
				<verse number="13">”دا د قربان‌ګاه په اوږدو ناپ تول دے، د قربان‌ګاه نه ګېرچاپېره غاړه يوويشت اِنچه ژوره وه او يوويشت اِنچه پلنه وه، او د هغې ګېرچاپېره غاړه نهۀ اِنچه پلنه وه. او هم دا د قربان‌ګاه اوچتوالے دے،</verse>
				<verse number="14">په زمکه د غاړې نه بره تر ښکته چجې پورې دا درې نيم فټه اوچته وه او يوويشت اِنچه پلنه وه. او د وړې چجې نه تر غټې چجې پورې دا اووۀ فټه اوچته او يوويشت اِنچه پلنه وه.</verse>
				<verse number="15">د قربان‌ګاه برنۍ برخه اووۀ فټه اوچته وه چې قربانى به په کښې سوزولے کېدله او د هغې په هر يو ګوټ کښې يو يو ښکر لګولے شوے وو.</verse>
				<verse number="16">قربان‌ګاه د سر څلور ګوټونه وُو، يوويشت فټه اوږدۀ او يوويشت فټه پلن وو.</verse>
				<verse number="17">بره چجه هم مربع وه، څليريشت نيم فټه اوږده او څليريشت نيم فټه پلنه وه، چې غاړه يې يوويشت اِنچه وه او ګېرچاپېره لس نيم اِنچه غاړه وه. او د قربان‌ګاه پوړۍ نمرخاتۀ طرف ته وې.“</verse>
				<verse number="18">بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د سوزېدونکې قربانۍ د نذرانو دپاره به دا اصُول وى او په قربان‌ګاه به وينه وشيندلے شى کله چې دا تياره شى،</verse>
				<verse number="19">تاسو به يو ځوان سخے د ګناه د نذرانې دپاره اِمامانو له ورکړئ، څوک چې ليويان دى او د صدوق د نسل نه دى، او څوک چې زما وړاندې خِدمت کوى، مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="20">تاسو د دې نه لږه وينه واخلئ او د قربان‌ګاه په څلورو ګوټونو کښې په ښکرونو باندې په بره حِصه کښې او د هغې په غاړو باندې وشيندئ، او دغه شان قربان‌ګاه مقدسه کړئ او د هغې دپاره کفاره ورکړئ.</verse>
				<verse number="21">تاسو به يو غوَيے د ګناه د نذرانې دپاره واخلئ او د خُدائ د کور په مقرر شوى ځائ د مقدس ځائ نه بهر به يې وسوزوئ.</verse>
				<verse number="22">په دوېمه ورځ به تاسو بې‌عېبه چېلے د ګناه د نذرانې دپاره پېش کړئ، او قربان‌ګاه به پرې داسې مقدسه کړئ لکه څنګه چې مو په غوَيى باندې پاکه کړې وه.</verse>
				<verse number="23">کله چې تاسو د دې د پاکولو کار ختم کړئ، نو تاسو به بيا يو ځوان سخے او ګډورے د رمې نه نذرانه کړئ، چې دواړه بې‌عېبه وى.</verse>
				<verse number="24">تاسو دا د مالِک خُدائ په وړاندې پېش کړئ، او اِمامان به په دوئ مالګه واچوى او دا به د سوزېدونکې قربانۍ په طور پېش کړئ.</verse>
				<verse number="25">تاسو به د اووۀ ورځو دپاره هره ورځ يو چېلے د ګناه د نذرانې دپاره پېش کوئ، تاسو به د رمې نه يو ځوان غوَيے او يو ګډورے هم پېش کوئ، چې درې واړه بې‌عېبه وى.</verse>
				<verse number="26">د اووۀ ورځو دپاره دې هغوئ د قربان‌ګاه او د هغې د پاکولو دپاره فديه پېش کړى، نو داسې به هغوئ دا وقف کړى‎.</verse>
				<verse number="27">د دې ورځو په آخر کښې، د اتمې ورځې نه وروستو هم اِمامان به په قربان‌ګاه ستاسو سوزېدونکې او د عبادت نذرانې پېش کړى. بيا به زۀ تاسو قبول کړم. مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="44">
				<verse number="1">بيا زۀ‎ هغه سړى واپس د مقدس ځائ بهرنۍ دروازې ته راوستلم، کومه چې د نمرخاتۀ طرف ته وه، او دا بنده وه.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”دا دروازه به بنده وى. دا به کله هم نۀ کولاويږى. هيڅوک به په دې نۀ ورننوځى. دا به بنده وى ځکه چې مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، په دې دروازه دننه شوے دے.</verse>
				<verse number="3">صرف شهزاده په دې کښې دننه کښېناستے شى چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خوراک وکړى. هغه دې د برنډې د لارې نه دننه راشى او په هم هغه لار دې بهر لاړ شى.“</verse>
				<verse number="4">بيا زۀ هغه سړى د خُدائ د کور مخامخ د شمالى دروازې په لار راوستلم. ما وکتل او د مالِک خُدائ جلال مې وليدلو چې د مالِک خُدائ کور ډکوى، او زۀ پړمخې پرېوتلم.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، په غور سره وګوره، او په غور سره واؤره، او هر هغه څۀ ته خيال وکړه چې درته زۀ د مالِک خُدائ د کور د ټولو احکامو په حقله فرمايم. د مالِک خُدائ مقدس کور ته د تلو راتلو طريقو ته خيال وکړه.</verse>
				<verse number="6">د بنى اِسرائيلو سرکشه قوم ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، اے د بنى اِسرائيل قومه، ستاسو دا دومره حرام کارونه بس دى.</verse>
				<verse number="7">ستاسو د ټولو حرامو کارونو سره، تاسو په ظاهر او باطن ناسنته غېر مُلکيان زما مقدس ځائ ته راوستل، تاسو زما د کور بې‌حرمتى وکړه کله چې تاسو ما ته خوراک، وازګه او وينه پېش کړه، او تاسو زما لوظ مات کړو.</verse>
				<verse number="8">د دې په ځائ چې تاسو زما د مقدس څيزونو خِدمت په خپله وکړئ، تاسو نورو خلقو ته زما د مقدس ځائ اختيار ورکړو.</verse>
				<verse number="9">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو غېر مُلکى به هم چې په ظاهر او باطن ناسنته وى هغه به زما مقدس ځائ کښې داخل نۀ شى، او نۀ به هغه غېر مُلکيان چې د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسيږى.“</verse>
				<verse number="10">”هغه ليويان چا چې زما نه جدائى اختيار کړه کله چې د بنى اِسرائيلو قوم بې‌لارې شو او هغوئ چا چې زما په ځائ د خپلو بُتانو پيروى وکړه به د خپلې ګناه سزا وزغمى.</verse>
				<verse number="11">هغوئ دې زما په مقدس کور کښې خِدمت وکړى، د خُدائ د کور د دروازو ذمه وارى دې واخلى او په دې کښې دې خِدمت کوى، هغوئ دې سوزېدونکې نذرانې او قربانۍ د خلقو دپاره حلالې کړى او د خلقو په وړاندې دې ودريږى او د هغوئ خِدمت دې وکړى.</verse>
				<verse number="12">خو ځکه دوئ د بُتانو عبادت د خلقو دپاره وکړو او د بنى اِسرائيلو قوم يې په ګناه کښې اخته کړو، نو په دې وجه ما قسم وخوړلو چې هغوئ به ضرور د خپلو ګناهونو سزا وزغمى، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="13">هغوئ به نور د اِمامانو په توګه زما د خِدمت دپاره نزدې نۀ راځى او نۀ به زما مقدسو څيزونو له نزدې راځى او نۀ به زما ډېرو مقدسو نذرانو ته نزدې کيږى، هغوئ به ضرور د خپلو حرامو کارونو شرم وزغمى.</verse>
				<verse number="14">خو بيا هم به زۀ هغوئ ته د خُدائ د کور خِدمت او د هغه ټول کار ذمه وارى ورکړم چې په دې کښې کول په کار دى.“</verse>
				<verse number="15">”خو هغه اِمامان، څوک چې ليويان دى او د صدوق د نسل نه دى او چا چې په وفادارۍ سره زما د مقدس کور خِدمت وکړو کله چې بنى اِسرائيل زما نه بې‌لارې شول، هغوئ به نزدې راشى زما د وړاندې به خِدمت وکړى، هغوئ به د وازګو او وينې قربانۍ پېش کولو دپاره زما په وړاندې ودريږى، مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="16">صرف هغوئ به زما مقدس مقام ته رادننه شى، يواځې هغوئ به زما مېز ته نزدې راشى او زما په حضور کښې به خِدمت کوى او زما د فرائضو ذمه وارى به سمبالوى.</verse>
				<verse number="17">کله چې هغوئ د دننه دربار په دروازو ورننوځى، نو هغوئ دې د کتان جامې واچوى، هغوئ دې د وړئ کپړې نۀ اچوى کله چې د دننه دربار په دروازو يا د خُدائ په کور کښې خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="18">هغوئ دې په خپل سر باندې د کتان پټکے او د کتان لاندې کپړې دې خپلو ملاګانو نه ګېرچاپېره وتړى. هغوئ دې داسې څۀ نۀ اغوندى چې په هغوئ خوله راولى.</verse>
				<verse number="19">کله چې هغوئ بهرنى دربار ته وځى چرته چې خلق دى، هغوئ دې هغه کپړې وباسى چې هغوئ په کښې خِدمت کولو او دا دې په مقدسو کوټو کښې پرېږدى، او نورې جامې دې واچوى، هسې نه چې هغوئ په خپلو کپړو سره خلق مقدس کړى، او د هغوئ ژوند په خطره کښې واچوى.</verse>
				<verse number="20">هغوئ به خپل سرونه نۀ کلوى او نۀ به خپل وېښتۀ اوږدوى، خو هغوئ به د خپل سر وېښتۀ واړۀ ساتى.</verse>
				<verse number="21">يو اِمام دې هم مے ونۀ څښى کله چې دننه دربار ته ننوځى.</verse>
				<verse number="22">هغوئ دې کونډو او طلاقو شوو ښځو سره وادۀ ونۀ کړى، هغوئ دې صرف د بنى اِسرائيلو د نسل پېغلو سره يا د اِمامانو کونډو سره وادۀ کوى.</verse>
				<verse number="23">هغوئ دې زما خلقو ته د مقدس او عام څيزونو په مينځ کښې د فرق تعليم ورکړى او ورته دې د حرامو او حلالو په مينځ کښې فرق وښائى.</verse>
				<verse number="24">په هره لانجه کښې دې اِمامان د قاضى فرائض ادا کړى او دا دې زما د حکمونو په مطابق فېصله کړى. هغوئ دې زما د ټولو مقرر شوو اخترونو دپاره زما په قانون او اصُول باندې عمل وکړى، او هغوئ دې زما د سبت ورځ مقدسه وساتى.</verse>
				<verse number="25">اِمام دې خپل ځان مړى ته په نزدې ورتلو باندې پليت نۀ کړى، خو کۀ مړ کس يې پلار يا مور، زوئ يا لور، ورور يا ناوادۀ شوې خور وى، نو په دوئ هغه ځان پليتولے شى.</verse>
				<verse number="26">د پاکېدو نه وروستو، هغه به اووۀ ورځې انتظار کوى.</verse>
				<verse number="27">په کومه ورځ چې هغه د مقدس کور دننه دربار ته ځى چې هلته په مقدس ځائ کښې خِدمت وکړى، هغه دې د خپل ځان دپاره د ګناه نذرانه پېش کړى، مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="28">صرف زۀ به د اِمامانو ميراث يم. تاسو هغوئ ته په بنى اِسرائيلو کښې ملکيت مۀ ورکوئ، زۀ به د هغوئ ملکيت يم.</verse>
				<verse number="29">هغوئ به د غلو نذرانې، د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې خورى، او هر څۀ چې په بنى اِسرائيلو کښې مالِک خُدائ ته وقف شوى وى هغه به د هغوئ وى.</verse>
				<verse number="30">د ټولو نه اوله ښۀ مېوه او ستاسو ټولې ښې نذرانې به د اِمامانو وى. تاسو به هغوئ ته د زمکې په غله دانه کښې اوله حِصه ورکړئ نو برکت به ستاسو په خاندان نازل شى.</verse>
				<verse number="31">اِمامان به هيڅ قسمه څۀ نۀ خورى، مارغۀ يا ځناور چې په خپله مړ وى يا ځناور مړ کړے وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="45">
				<verse number="1">”تاسو چې کله زمکه د ميراث په توګه تقسيموئ، تاسو به د زمکې يوه حِصه مالِک خُدائ ته د مقدسې علاقې په توګه وقف کړئ چې د دې اوږدوالے دولس نيم کيلوميټره او پلنوالے يې لس کيلوميټره وى، دا ټوله علاقه په کار دے چې مقدسه وى.</verse>
				<verse number="2">په دې کښې به يوه حِصه چې اتۀ سوه پينځۀ اويا مربع فټه ده دا به د مقدس ځائ دپاره وى، چې د دې ګېرچاپېره اووۀ اتيا نيم فټه به د کولاو مېدان دپاره وى.</verse>
				<verse number="3">په مقدسه علاقه کښې، د يوې برخې اوږدوالے دولس نيم کلوميټره او پلنوالے پينځۀ کلوميټره به وى، په دې کښې به د ټولو نه زيات مقدس ځائ مقدس کور وى.</verse>
				<verse number="4">دا به د اِمامانو دپاره د زمکې مقدسه حِصه وى، څوک چې په مقدس کور کښې او د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى. دا به د هغوئ د کورونو دپاره ځائ وى او هم به د خُدائ د کور دپاره مقدس ځائ وى.</verse>
				<verse number="5">دولس نيم کيلوميټره اوږده او پينځۀ کيلوميټره پلنه علاقه به د هغه ليويانو وى، څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کوى، دا به د هغوئ د ښارونو دپاره جائيداد وى چې په کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="6">تاسو به ښار ته د جائيداد په توګه درې کيلوميټر پلنه او دولس نيم کيلوميټره اوږده علاقه ورکړئ، د مقدسې حصې سره خوا په خوا، دا به د ټولو بنى اِسرائيلو وى.“</verse>
				<verse number="7">”شهزاده به د مقدسې علاقې او د ښار د جائيداد سره دواړو خواګانو ته برخه واخلى. دا به مغرب نه مغرب او مشرق نه مشرق طرف ته غزېدلې وى. په اوږدو به دا د مغرب نه تر مشرق پورې سرحدى قبائيلى علاقو سره برابره پرته وى.</verse>
				<verse number="8">په بنى اِسرائيلو کښې به دا زمکه د هغۀ ملکيت وى. او زما شهزادګان به نور زما په خلقو ظلم نۀ کوى، خو د بنى اِسرائيلو قوم ته به اجازت ورکړى چې د خپلو قبيلو پاتې شوې زمکه قبضه کړى.“</verse>
				<verse number="9">”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، تاسو کافى لرې لاړئ، اے د بنى اِسرائيلو شهزادګانو. خپل شرارت او ظلم پرېږدئ او هغه څۀ وکړئ څۀ چې د اِنصاف او د صداقت وى. زما د خلقو نه د زمکو قبضه کول بند کړئ، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="10">تاسو له په کار دى چې صحيح تله، صحيح پېمانه او صحيح پاويزه استعمال کړئ.</verse>
				<verse number="11">حومر دې ستاسو دپاره د ناپ تول معيارى پېمانه وى. ايفه او بَت دواړه د حومر لسمه حِصه ده.</verse>
				<verse number="12">د تول دپاره معيارى پېمانه به د سپينو زرو سيکه وى او يوه سيکه به شل جيرې وى. او شپېتۀ سيکې به د يوې منا په اندازه وى.“</verse>
				<verse number="13">”دا هغه خاص تحفه ده چې تاسو به يې پېش کړئ يعنې، د ايفه شپږمه حِصه د غنمو د هر يو حومر نه او د ايفه شپږمه حِصه د اوربشو د هر يو حومر نه پېش کړئ.</verse>
				<verse number="14">د تېلو مقرر شوې حِصه، چې په بَت ناپ شوى وى، دا به د هر کُر نه د يو بَت لسمه حِصه وى، په دې کښې لس بَته يا يو حومر وى او لس بَته د يو حومر برابر وى.</verse>
				<verse number="15">هم داسې به د بنى اِسرائيلو د څرن د ځائ نه، د دوو سوو ګډو د رمې نه يو ګډ واخستلے شى. دا به د غلې د نذرانې، سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ د نذرانې دپاره استعمال کړئ او د خلقو دپاره يې کفاره کړئ، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="16">د مُلک ټول خلق به په دې خاصو هديو کښې حِصه د اِسرائيل د شهزاده د استعمال دپاره ورکړى.</verse>
				<verse number="17">دا به د شهزاده ذمه وارى وى چې سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې په اخترونو، نوې مياشت او په سبت کښې او د بنى اِسرائيل قوم په ټولو مقرر شوو مېلو کښې پوره کړى. هغه به د ګناه نذرانې، د غلې نذرانې، سوزېدونکې نذرانې، او د سلامتۍ نذرانې پوره کړى، او د بنى اِسرائيلو قوم دپاره به يې کفاره کړى.“</verse>
				<verse number="18">”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، د وړومبۍ مياشتې په اوله ورځ تاسو به يو ځوان غوَيے چې بې‌عېبه وى واخلئ او مقدس ځائ به پاک کړئ.</verse>
				<verse number="19">اِمام به لږه وينه د ګناه د نذرانې نه راواخلى او دا به د خُدائ د کور د دروازې په درشل واچوى، د قربان‌ګاه د برنۍ حصې په څلور واړو ګوټونو، او د خُدائ د کور د دننه دربار په چوکاټونو به يې واچوى.</verse>
				<verse number="20">تاسو به هم داسې د مياشتې په اوومه ورځ د هغه چا دپاره وکړئ د چا نه چې غېر ارادې يا په ناپوهۍ کښې ګناه وشى، نو تاسو به د خُدائ د کور دپاره کفاره پېش کړئ.</verse>
				<verse number="21">تاسو د وړومبۍ مياشتې په څوارلسمه ورځ د فسح اختر شروع کړئ، دا اختر به د اوو ورځو دپاره وى، په دې دوران کښې به تاسو بغېر د خمبيرې روټۍ خورئ.</verse>
				<verse number="22">په هغه ورځ به شهزاده يو غوَيے د خپلې ګناه او د خلقو د ګناه د کفارې دپاره پېش کړى.</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ ته به هغه هره ورځ د اختر د دې اوو ورځو په دوران کښې اووۀ غوَيان او اووۀ ګډان چې ټول بې‌عېبه دى د سوزېدونکې نذرانې دپاره پېش کوى او نر چېلے به د ګناه د نذرانې دپاره پېش کوى.</verse>
				<verse number="24">هغه به هر غوَيى او ګډ سره يوه ايفه د غلې نذرانه پېش کوى، هر ايفه سره به څلور ليټره تېل هم پېش کوى.</verse>
				<verse number="25">د اختر د دې اوو ورځو په دوران کښې، کوم چې د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ شروع کيږى، هغه به هم داسې نذرانې د ګناه د نذرانې، د سوزېدونکې نذرانې، د غلې او د تېلو نذرانې پېش کړى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="46">
				<verse number="1">”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د دننه دربار دروازه کومه چې د نمرخاتۀ په طرف ده هغه دې د کار شپږ واړو ورځو دپاره بنده وى، خو د سبت په ورځ او د نوې مياشتې په ورځ به دا کولاو وى.</verse>
				<verse number="2">شهزاده دې دربار ته د بهر د طرف د برنډې د لار نه ورننوځى او د دروازې چوکاټ سره دې ودريږى. اِمامان دې خپلې سوزېدونکې قربانۍ وکړى او د سلامتيا نذرانې دې پېش کړى. هغه دې د دروازې په درشل کښې عبادت وکړى او بيا دې هغه بهر لاړ شى. خو دروازه به تر ماښام پورې کولاو وى.</verse>
				<verse number="3">د هر سبت په ورځ او د هرې نوې مياشتې په ورځ دې د دې مُلک خلق د دروازې په درشل کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې عبادت وکړى.</verse>
				<verse number="4">سوزېدونکې نذرانه چې شهزاده يې مالِک خُدائ ته د سبت په ورځ پېش کوى دا به شپږ نران ګډورى او يو ګډ وى، ټول به بې‌عېبه وى.</verse>
				<verse number="5">د غلې نذرانه چې د ګډ سره ورکوى هغه به يوه ايفه وى او د ګډورو سره به په خپله خوښه د غلې نذرانه ورکړى، هر يو ايفه سره به څلور ليټره تېل پېش کړى.</verse>
				<verse number="6">د نوې مياشتې په ورځ به هغه يو غوَيے، شپږ ګډورى او يو ګډ پېش کړى چې ټول بې‌عېبه وى.</verse>
				<verse number="7">هغه به يوه ايفه د غلې نذرانه د غوَيى سره پېش کړى، او يوه ايفه به ګډ سره، او د ګډورو سره چې څومره غواړى هغه هومره دې ورکړى، او هرې يوې ايفې سره دې څلور ليټره تېل پېش کړى.</verse>
				<verse number="8">کله چې شهزاده ننوځى، هغه به د برنډې د لارې نه دننه لاړ شى، او په هم هغه لار به هغه بهر راشى.</verse>
				<verse number="9">کله چې د مُلک خلق د مالِک خُدائ وړاندې په مقررو اخترونو کښې راشى، هغه څوک چې په شمالى دروازه د عبادت دپاره راشى نو هغه به په جنوبى دروازه بهر لاړ شى، او هغه څوک چې په جنوبى دروازه راننوځى هغه به په شمالى دروازه باندې بهر لاړ شى. يو کس به هم په هغه دروازه واپس نۀ ځى په کومه چې راغلى دى، خو هر يو به په مخالف دروازه بهر وځى.</verse>
				<verse number="10">شهزاده به هم هغوئ سره يو ځائ دننه ځى کله چې هغوئ دننه ځى، او بهر به راوځى کله چې هغوئ بهر راوځى.</verse>
				<verse number="11">په اخترونو او مقرر شوو مېلو کښې، د غلې نذرانه به يو غوَيى سره يوه ايفه وى، يوه ايفه به د ګډ سره وى، او د ګډورو سره چې څومره غواړى هغه هومره دې ورکړى، او هرې يوې ايفې سره څلور ليټره تېل ورکړئ.</verse>
				<verse number="12">کله چې شهزاده د خپلې خوښې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوى، کۀ هغه سوزېدونکې نذرانه وى او يا د سلامتۍ نذرانه وى، هغه دروازه چې مخ يې نمرخاتۀ طرف ته دے هغه به د هغۀ دپاره کولاو کړے شى. هغه به خپله سوزېدونکې نذرانه او يا د سلامتۍ نذرانه داسې پېش کړى څنګه چې هغه د سبت په ورځ کوى. بيا به هغه بهر لاړ شى، او د هغۀ د بهر تلو نه وروستو، به دروازه بنده کړے شى.“</verse>
				<verse number="13">”تاسو به هره ورځ د يو کال بې‌عېبه ګډورے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې دپاره پېش کوئ، تاسو به ضرور يو سحر بل سحر دا پوره کوئ.</verse>
				<verse number="14">تاسو به روزانه يو سحر بل سحر د غلې نذرانه پوره کوئ، چې د يوې ايفې شپږمه به وى او پاو باندې يو ليټر تېلو سره به اوړۀ واغږئ. مالِک خُدائ ته د دې غلې د نذرانې پېش کولو حکم د تل دپاره دے.</verse>
				<verse number="15">نو د ګډُورى، د غلې او د تېلو نذرانې به هر سحر په مسلسل توګه د سوزېدونکې نذرانې دپاره پېش کيږى.“</verse>
				<verse number="16">”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کۀ چرې شهزاده د خپل وراثت نه يوه تحفه خپلو زامنو کښې يو زوئ له ورکړى، دا به د هغۀ د نسل وى، او دا به په ميراث کښې د هغوئ جائيداد وى.</verse>
				<verse number="17">خو کۀ چرې هغه د خپل وراثت نه يوه تحفه خپل يو نوکر له ورکړى، نو نوکر سره به دا تر د آزادۍ د کال پورې وى، خو بيا به دا واپس د شهزاده شى. د هغۀ ميراث صرف د هغۀ د زامنو دے.</verse>
				<verse number="18">شهزاده به د خلقو نه ميراث نۀ اخلى، هغوئ به د خپل جائيداد نه نۀ شړى. هغه به خپلو زامنو ته د خپل ميراث نه جائيداد ورکوى، تر دې چې زما په خلقو کښې يو هم د خپل جائيداد نه محرومه نۀ شى.“</verse>
				<verse number="19">بيا هغه سړى زۀ د دروازې په خوا کښې مقدسو کوټو ته بوتلم چې مخې يې د شمال ته طرف وې، کومې چې د اِمامانو وې، او ما ته يې د نمر پرېوتو طرف ته ځائ وښودلو.</verse>
				<verse number="20">هغۀ ما ته ووئيل چې، ”دا هغه ځائ دے چرته به چې اِمامان د ګناه د تاوان نذرانې او د ګناه نذرانې او د غلې نذرانې پخوى، ترڅو بهرنى دربار ته د مقدسو څيزونو د راوړلو نه منع شى هسې نه چې خلق مقدسو څيزونو له لاس وروړى او خپل ژوند په خطره کښې واچوى.“</verse>
				<verse number="21">بيا هغۀ زۀ بهرنى دربار ته راوستلم او په دې کښې يې ګوټ په ګوټ وګرځولم او ما په هر ګوټ کښې بل دربار وليدو.</verse>
				<verse number="22">د بهرنى دربار په څلور واړو ګوټونو کښې يو بل سره انښتى دربارونه وُو، چې اويا فټه اوږد او دوه پنځوس نيم فټه پلن وُو او په څلور واړو ګوټونو کښې هر يو دربار يو شان برابر وو.</verse>
				<verse number="23">دننه د څلور واړو دربارونو ګېرچاپېره د کاڼى يوه چجه وه، د چجې لاندې ګېرچاپېره د اور بلېدلو نغرى جوړ وُو.</verse>
				<verse number="24">هغۀ ما ته ووئيل چې، ”دا هغه باورچې خانې دى چرته به چې هغه څوک چې د خُدائ په کور کښې خِدمت کوى د خلقو قربانۍ پخوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="47">
				<verse number="1">هغه سړى زۀ بيا د مالِک خُدائ د کور دروازې ته راوستلم، او ما وليدل چې د خُدائ د کور د درشل د لاندې نه اوبۀ د نمرخاتۀ طرف ته راروانې وې ځکه چې د مالِک خُدائ د کور مخه نمرخاتۀ طرف ته وه. اوبۀ د مالِک خُدائ د کور د جنوب خوا نه ښکته د قربان‌ګاه جنوب خوا ته راروانې وې.</verse>
				<verse number="2">نو بيا هغۀ زۀ په شمالى دروازه باندې بهر راوويستلم او زۀ يې بهر راتاو کړم بهرنۍ دروازې ته يې بوتلم چې مخه يې مشرق ته وه، او اوبۀ د جنوب طرف نه رابهېدلې.</verse>
				<verse number="3">کله چې هغه سړے فيته په لاس نمرخاتۀ طرف ته لاړو، نو هغۀ نيم کيلوميټر ناپ وکړو او بيا يې زۀ په اوبو کښې بوتلم چې د ګيټو پورې وې.</verse>
				<verse number="4">هغۀ نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو او زۀ يې په اوبو کښې بوتلم چې تر ګوډو پورې ډوبې وې. هغۀ بيا نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو او زۀ يې په اوبو کښې بوتلم چې دا تر ملا پورې وې.</verse>
				<verse number="5">هغۀ نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو، خو اوس دا سيند شو چې زۀ په کښې نۀ شوم اوړېدلے، ځکه چې اوبۀ اوچتې وې او لامبلو ته کافى ډوبې وې، داسې سيند ترې جوړ شو چې هيڅوک په کښې نۀ شُو اوړېدلے.</verse>
				<verse number="6">بيا هغۀ ما نه تپوس وکړو چې، ”اے بنى آدمه، تۀ دا وينې؟“ نو بيا هغۀ زۀ واپس د درياب غاړې ته بوتلم.</verse>
				<verse number="7">کله چې زۀ هلته ورسېدم، نو ما د سيند په دواړو طرفونو ډيرې ونې وليدلې.</verse>
				<verse number="8">هغۀ ما ته ووئيل چې، ”دا اوبۀ نمرخاتۀ مُلک طرف ته بهيږى او د اُردن وادۍ ته ځى، چرته چې دا مړ درياب ته ورپرېوځى. کله چې دا مړ درياب ته ورښکته شى، نو په هغې کښې مالګينې اوبۀ تازه شى.</verse>
				<verse number="9">د ژوندو ځناورو سيلونه به هلته اوسى چرته چې سيند بهيږى. هلته به ډېر زيات کبان وى، ځکه چې دا اوبۀ هلته بهيږى او مالګې اوبۀ تازه کوى، نو چې چرته دا سيند بهيږى هر څۀ به هلته ژوندى پاتې شى.</verse>
				<verse number="10">ماهيګران به د سيند په غاړه ولاړ وى، د عين‌جدى نه تر عين‌عجليم پورې به د کبانو د جالونو خورولو دپاره ځايونه وى. لکه د غټ سمندر د کبانو په شان به په کښې ډېر قسمونه کبان وى.</verse>
				<verse number="11">خو دلدلې او ډنډونه به تازه نۀ شى، دا به د مالګې دپاره پاتې شى.</verse>
				<verse number="12">د هر قسم مېوې ونې به د سيند په دواړو غاړو غټې شى. د دې پاڼې به نۀ وچيږى، او نۀ به د دې مېوې وچيږى. هره مياشت به دا مېوه نيسى، ځکه چې د مالِک خُدائ د مقدس کور نه دې ته اوبۀ بهيږى. د دې مېوه به د خوراک دپاره او پاڼې به يې د شفا دپاره استعماليږى.“</verse>
				<verse number="13">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”دا هغه سرحدونه دى په کومو به چې تۀ زمکه د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مينځ کښې ميراث دپاره تقسيم کړې. د يوسف د اولاد دپاره به دوه حصې وى.</verse>
				<verse number="14">تۀ دا د هغوئ په مينځ کښې برابر تقسيم کړه، ځکه چې ما قسم خوړلے وو چې دا به ستاسو پلار نيکۀ له ورکړم، دا زمکه به ستاسو ميراث شى.</verse>
				<verse number="15">دا به د دې زمکې سرحد وى، شمال طرف ته به دا د لوئ سمندر نه د حتلون په لار ليبو‌حمات نه صداد ته تېر شى،</verse>
				<verse number="16">بيا به دا د بيروته او سبريم کوم چې د دمشق او حمات د سرحد په مينځ کښې پروت دے، او داسې تر حزر‌هاتيکان پورې، کوم چې د حوران سرحد سره دے.</verse>
				<verse number="17">دا سرحد به د سمندر نه تر حصر عينان پورې، د دمشق شمالى سرحد سره، او د حمات سرحد سره شمال طرف ته تلے وى. دا به شمالى سرحد وى.</verse>
				<verse number="18">د نمرخاتۀ طرف سرحد به د حوران او دمشق په مينځ کښې، اُردن سره د جِلعاد او د اِسرائيل د خاورې په مينځ کښې، مشرقى سمندر او داسې تر تمر پورې تلے وى. دا به مشرقى سرحد وى.</verse>
				<verse number="19">په جنوبى طرف کښې دا به د تامار نه د مريبه قادِس د اوبو پورې وى، بيا به د مِصر د وادۍ نه د لوئ سمندر پورې وى. دا به جنوبى سرحد وى.</verse>
				<verse number="20">د مغرب طرف ته به د لوئ سمندر سرحد ليبو‌حمات ته مخامخ وى. دا به مغربى سرحد وى.</verse>
				<verse number="21">تاسو به دا زمکه په خپل مينځ کښې د بنى اِسرائيلو د قبيلو په مطابق تقسيم کړئ.</verse>
				<verse number="22">دا به تاسو د خپل ځان دپاره او هغه غېر مُلکيانو دپاره چې ستاسو په مينځ کښې اوسيږى او د چا چې ماشومان دى د ميراث په توګه تقسيم کړئ. تاسو به هغوئ د پېدائشى بنى اِسرائيلو په شان ګڼئ، تاسو سره به هغوئ ته هم ميراث د بنى اِسرائيلو د قبيلو په شان ورکړے شى.</verse>
				<verse number="23">په هر يو قوم کښې چې غېر مُلکى خلق اوسيږى، هلته به تاسو هغوئ له خپل ميراث ورکړئ، دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="48">
				<verse number="1">”دا هغه قبيلې دى چې نومونه يې دلته ليکلے شوى دى، د شمالى سرحد سره به د دان يوه حِصه وى، دا به د حتلون په لار ليبو‌حمات پورې وى، حصر عينان او د دمشق شمالى سرحد به حمات پسې وى دا به د مشرق طرف نه د مغرب طرف ته د دې د سرحد حِصه وى.</verse>
				<verse number="2">د آشر به يوه حِصه وى، د دې سرحد به د دان حدودو سره د مشرق نه مغرب پورې وى.</verse>
				<verse number="3">يوه حِصه به د نفتالى وى، دا به د آشر د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.</verse>
				<verse number="4">يوه حِصه به د منسى د قبيلې وى، دا به د نفتالى د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.</verse>
				<verse number="5">يوه حِصه به د اِفرائيم وى، دا به د منسى د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.</verse>
				<verse number="6">يوه حِصه به د روبين وى، دا به د اِفرائيم د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.</verse>
				<verse number="7">يوه حِصه به د يهوداه وى، دا به د روبين د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.</verse>
				<verse number="8">د يهوداه د سرحد سره چې کومه علاقه د مشرق نه تر مغرب پورې ده دا به هغه حِصه وى چې تۀ يې د خاص تحفې په طور پېش کړې. دا به دولس نيم کيلوميټره پلنه وى، او د دې اوږدوالے د مشرق نه مغرب پورې به د يوې قبائيلى حصې برابر وى، د مالِک خُدائ کور به د دې په مينځ کښې وى.</verse>
				<verse number="9">هغه خاص حِصه چې تۀ يې مالِک خُدائ ته وقف کوې دا به دولس نيم کيلوميټره اوږده او لس کيلوميټره پلنه وى.</verse>
				<verse number="10">دا به د اِمامانو دپاره مقدسه حِصه وى. دا به په شمالى طرف دولس نيم کيلوميټره اوږده وى، او په مغربى طرف به پينځۀ کيلوميټره پلنه وى، مشرق طرف ته به پينځۀ کيلوميټره پلنه او جنوبى طرف ته به دولس نيم کيلوميټره اوږده وى. د دې په مينځ کښې به د مالِک خُدائ مقدس کور وى.</verse>
				<verse number="11">دا به د مقدسو اِمامانو، د صدوقيانو دپاره وى، څوک چې زما په خِدمت کولو کښې وفادار وُو او بې‌لارې نۀ شول څنګه چې ليويان شول کله چې بنى اِسرائيل بې‌لارې شول.</verse>
				<verse number="12">دا به هغوئ ته د زمکې د مقدسې حصې نه خاص تحفه، او د ټولو نه مقدسه حِصه وى، د ليويانو د علاقې سرحد سره به وى.</verse>
				<verse number="13">د اِمامانو علاقې سره نزدې، ليويانو ته به هم دولس نيم کيلوميټره اوږده او پينځۀ کيلوميټره پلنه زمکه ورکړے شى. د دې مکمل اوږدوالے به دولس نيم کيلوميټره او پلنوالے به يې پينځۀ کيلوميټره وى.</verse>
				<verse number="14">هغوئ به نۀ دا خرڅوى او نۀ به يې بدلوى. دا ښۀ زمکه ده او نۀ دى په کار چې نورو لاسونو ته لاړه شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته مقدسه ده.</verse>
				<verse number="15">پاتې دولس نيم کيلوميټره پلنه او دوه نيم کيلوميټره اوږده زمکه به د ښار د عام استعمال دپاره، د کورونو او د څرن ځائ دپاره وى. ښار به د دې په مينځ کښې وى،</verse>
				<verse number="16">او د دې ناپونه به دا وى، شمال طرف به پاو باندې دوه کيلوميټره وى، جنوب طرف به پاو باندې دوه کيلوميټره وى، مشرق طرف به پاو باندې دوه کيلوميټره وى، او د مغرب طرف به هم پاو باندې دوه کيلوميټره وى.</verse>
				<verse number="17">د ښار دپاره د څرن ځائ به شمال ته يو نيم سل ګزه مربع وى، جنوب ته به يو نيم سل ګزه مربع وى، مشرق ته به يو نيم سل ګزه مربع وى، او مغرب ته به هم يو نيم سل ګزه مربع وى.</verse>
				<verse number="18">کومه پاتې علاقه چې د مقدسې حصې سره لګېدلې ده او دې سره په اوږدو تلې ده، دا به د مشرق طرف ته پينځۀ کيلوميټره او د مغرب طرف ته به هم پينځۀ کيلوميټره وى. د ښار کارکوونکو دپاره به د دې پېداوار خوراک ورکوى.</verse>
				<verse number="19">د ښار کار کوونکى څوک چې دا کَرى هغوئ به د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه وى.</verse>
				<verse number="20">دا ټوله حِصه به هر طرف ته دولس نيم کيلوميټره مربع وى. د خاص تحفې په طور به تاسو مقدسه حِصه، سره د ښار د جائيداد يو طرف ته کړئ.</verse>
				<verse number="21">څۀ چې پاتې وُو د هغه علاقې په دواړو طرفونو کښې د مقدسې برخې سره او د ښار جائيداد دا به د شهزاده ملکيت وى. دا به د مشرق طرف ته دولس نيم کيلوميټره د مقدسې حصې نه تر مشرقى سرحد وى، او د مغرب طرف نه به دولس نيم کيلوميټره تر مغربى سرحده وى. دا دواړه علاقې چې د قبائيلى حِصو اوږدوالى پورې غزېدلې دى دا به د شهزاده ملکيت وى، او مقدسه حِصه به سره د خُدائ د کور د مقدس ځائ د دې په مينځ کښې وى.</verse>
				<verse number="22">نو د ليويانو جائيداد او د ښار جائيداد به د دې علاقې په مينځ کښې پروت وى چې د شهزاده ملکيت دے. کومه علاقه چې د شهزاده ملکيت دے هغه به د يهوداه او د بنيامين د سرحد په مينځ کښې پرته وى.“</verse>
				<verse number="23">”نو دغه شان به د نورو قبيلو وى، د بنيامين به يوه حِصه وى، دا به د مشرق طرف نه تر مغرب طرف پورې وى.</verse>
				<verse number="24">د شمعون به يوه حِصه وى، دا به د مشرق نه تر مغرب پورې د بنيامين د علاقې سرحد وى.</verse>
				<verse number="25">د يساکار به يوه حِصه وى، دا به د مشرق نه تر مغرب پورې د شمعون د علاقې سرحد وى.</verse>
				<verse number="26">د زبولون به يوه حِصه وى، دا به د مشرق نه تر مغرب پورې د يساکار د علاقې سرحد وى.</verse>
				<verse number="27">د جاد به يوه حِصه وى، دا به د مشرق نه تر مغرب پورې د زبولون د علاقې سرحد وى.</verse>
				<verse number="28">د جاد د زمکې جنوبى پوله به د تامار د جنوب نه د مريبه قادِس د اوبو پورې وى، بيا به د مِصر د وادۍ سره لوئ سمندر پورې تلې وى.</verse>
				<verse number="29">دا هغه زمکه ده چې تاسو به يې د ميراث په طور د بنى اِسرائيلو د قبيلو په مينځ کښې تقسيم کړئ، او دا به د هغوئ حِصه وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“</verse>
				<verse number="30">”دا به د ښار نه د وتو دروازې وى. د شمال طرف دېوال کوم چې پاو باندې دوه کيلوميټر اوږد دے،</verse>
				<verse number="31">په دې کښې به درې دروازې چې د بنى اِسرائيلو د قبيلو په نومونو ياديږى. د روبين دروازه، د يهوداه د دروازه، او د ليويانو دروازه.</verse>
				<verse number="32">مشرق طرف ته چې کوم پاو باندې دوه کيلوميټره اوږد دېوال دے په هغې کښې به درې دروازې وى، د يوسف دروازه، د بنيامين دروازه او د دان دروازه.</verse>
				<verse number="33">د جنوب طرف ته، چې کوم پاو باندې دوه کيلوميټره دېوال دے، په کښې به درې دروازې وى چې به د شمعون دروازه، د يساکار دروازه او د زبولون دروازه ياديږى.</verse>
				<verse number="34">مغرب طرف ته چې کوم پاو باندې دوه کيلوميټره اوږد دېوال دے په کښې به درې دروازې وى، د جاد دروازه، د آشر دروازه او د نفتالى دروازه.</verse>
				<verse number="35">ټوله فاصله ګېرچاپېره به نهۀ کيلوميټره وى. او د هغې ورځې نه وروستو به د دې ښار نوم دا وى، مالِک خُدائ هلته موجود دے.“</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="27">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د يهوداه د بادشاه د يهويقيم د حکومت په درېم کال، د بابل بادشاه نبوکدنضر يروشلم ته راغلو او هغه يې محاصره کړو.</verse>
				<verse number="2">او مالِک خُدائ يهويقيم د يهوداه بادشاه سره د خُدائ د کور څۀ خاص څيزونه د هغۀ لاسونو ته حواله کړل. هغۀ دا د خُدائ د کور سامانونه بابل ته د خپل معبود کور ته يوړل او دا يې د خپل معبود د کور په خزانه کښې کېښودل.</verse>
				<verse number="3">نو بيا بادشاه د خپل دربار مشر خصى آفسر آشپيناز ته حکم وکړو، چې يو څو بنى اِسرائيليان چې د شاهى خاندان او مخوريزو سړو سره تعلق ساتى راولئ.</verse>
				<verse number="4">يو څو ځوانان چې هيڅ قسمه جسمانى عېب په کښې نۀ وى، چې ښکلى، او د هر قسمه زده کړې قابليت په کښې وى، ښۀ هوښيار وى، په پوهېدلو کښې تېز، او د شاهى محل د خِدمت قابل وى راوله. هغه به دې ځوانانو ته د بابل د ژبې او د ادب لوستلو تربيت ورکړى.</verse>
				<verse number="5">نو بادشاه د خپل دربار د شاهى دسترخوان نه هغوئ ته د خوراک خوړلو او د ميو څښلو حکم ورکړو. دوئ ته به درې کاله تربيت ورکړے شى او د دې نه وروستو به دوئ د بادشاه د خِدمت دپاره حاضر شى.</verse>
				<verse number="6">په هغوئ کښې ځينې د يهوداه د قبيلې وُو لکه دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه.</verse>
				<verse number="7">هغه د خصيانو مشر آفسر په هغوئ نوى نومونه کېښودل، په دانيال يې بيلطشضر، په حننياه يې شدرک، په ميشائيل يې ميشک، او په عزرياه يې عبدنجو نوم کېښودو.</verse>
				<verse number="8">خو دانيال دا فېصله وکړه چې خپل ځان به په شاهى خوراک او شاهى ميو نۀ پليتوى، او هغۀ د خصيانو د مشر آفسر نه اجازت وغوښتو چې هغه په دې طريقې ځان نۀ پليتوى.</verse>
				<verse number="9">نو اوس خُدائ پاک د خصيانو د مشر آفسر په زړۀ کښې د دانيال دپاره مينه او رحم واچولو،</verse>
				<verse number="10">خو د خصيانو مشر آفسر دانيال ته ووئيل، ”زۀ د خپل مالِک بادشاه نه يرېږم، چا چې ستاسو خوراک څښاک مقرر کړے دے. او کۀ هغه تاسو د نورو همزولو ځوانانو نه کمزورى وګورى نو بيا به څۀ کيږى؟ نو بادشاه به بيا ستاسو په وجه زما سر پرې کړى.“</verse>
				<verse number="11">دانيال بيا هغه ملازم ته وفرمائيل کوم چې د خصيانو مشر آفسر په دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه مقرر کړے وو،</verse>
				<verse number="12">”مهربانى وکړئ تاسو د خپلو نوکرانو د لسو ورځو دپاره اندازه واخلئ، او مونږ ته د خوراک دپاره سبزۍ او د څښلو دپاره د اوبو نه بغېر بل څۀ مۀ راکوئ.</verse>
				<verse number="13">نو بيا زمونږ شکلونه د هغه ځوانانو سره وګوره څوک چې شاهى خوراک څښاک کوى، او بيا د خپلو نوکرانو سره هغه شان وکړه څۀ چې تۀ ګورې.“</verse>
				<verse number="14">نو هغه بيا دې خبرې ته راضى شو او لس ورځې يې د هغوئ اندازه واخستله.</verse>
				<verse number="15">د لسو ورځو په آخر کښې هغوئ د نورو ټولو ځوانانو نه صحتمند او ښۀ ښکارېدل چا چې شاهى خوراک کولو.</verse>
				<verse number="16">نو بيا هغه ملازم د هغوئ نه مقرر شوے خوراک او مے اخوا کړل او د هغې په ځائ يې سبزى ورکړه.</verse>
				<verse number="17">نو دې څلورو واړو ځوانانو ته خُدائ پاک د هر قسم ادب، عِلم، پوهه او زده کړه ورکړه، او دانيال هم د هر قسم رويا او خوبونو تعبير کولے شو.</verse>
				<verse number="18">کوم وخت چې بادشاه د هغوئ د تربيت دپاره مقرر کړے وو پوره شو، نو بيا د خصيانو مشر آفسر هغه ټول ځوانان نبوکدنضر ته پېش کړل.</verse>
				<verse number="19">بادشاه د هغوئ سره خبرې وکړې، او هغۀ يو کس هم په دوئ کښې د دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه برابر پېدا نۀ کړو، نو هغوئ د بادشاه په دربار کښې په خِدمت کولو مقرر شول.</verse>
				<verse number="20">بادشاه د عقل او پوهې په هره مسئله کښې به چې کله د هغوئ نه تپوس کولو، نو هغۀ هغوئ د خپل سلطنت د ټولو جادوګرو او نجوميانو نه لس چنده هوښيار بياموندل.</verse>
				<verse number="21">او دانيال د فارس د خورس د بادشاهۍ اول کال پورې هلته په شاهى دربار کښې خِدمت کولو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">د خپلې بادشاهۍ په دوېم کال، نبوکدنضر داسې خوبونه وليدل چې د هغۀ سوچ يې ګډ‌وډ کړو، او هغۀ ته بيا خوب نۀ ورتلو.</verse>
				<verse number="2">نو بيا بادشاه جادوګر، فالګر، کوډګر او نجوميان راوغوښتل چې هغۀ ته ووائى چې هغۀ څۀ خوب ليدلے دے. هر کله چې هغوئ راغلل او د بادشاه په وړاندې ودرېدل،</verse>
				<verse number="3">هغۀ دوئ ته ووئيل، ”ما يو خوب ليدلے دے کوم چې زۀ ډېر پرېشانه کړے يم او زۀ غواړم چې په دې پوهه شم چې د دې خوب څۀ مطلب دے.“</verse>
				<verse number="4">نو بيا نجوميانو هغۀ ته په آرامى ژبه کښې ووئيل چې، ”بادشاه سلامت دې تر ابده ژوندے وى. خپلو خادِمانو ته دې خپل خوب بيان کړه، نو مونږ به د هغې تعبير تاسو ته ووايو.“</verse>
				<verse number="5">خو بادشاه نجوميانو ته ووئيل، ”ما دا پخه فېصله کړې ده، کۀ چرې تاسو ما ته دا ونۀ وايئ چې زما خوب څنګه وو او تعبير يې نۀ کړئ، نو زۀ به تاسو ټوټه ټوټه کړم او ستاسو کورونه به د خاورو په ډېرو بدل کړم.</verse>
				<verse number="6">خو کۀ تاسو ما ته زما خوب ووايئ او بيا د هغې تعبير راته ووايئ، نو زۀ به تاسو ته تحفې، انعامونه او لوئ عزت درکړم. اوس تاسو ما ته زما خوب ووايئ او هغه راته تعبير کړئ.“</verse>
				<verse number="7">نو يو ځل بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”بادشاه دې خپلو خادِمانو ته خپل خوب بيان کړى، او مونږ به يې تعبير کړُو.“</verse>
				<verse number="8">نو بيا بادشاه هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ په دې يقين لرم چې تاسو د وخت نه فائده اخلئ، ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې دا زما پخه فېصله ده.</verse>
				<verse number="9">کۀ چرې تاسو ما ته زما خوب ونۀ وايئ، نو بيا تاسو دپاره صرف يوه سزا ده. تاسو دا صلاح کړې ده چې ما ګمراه کړئ او راته دروغ ووايئ او ما دوکه کړئ، او تاسو دا اُميد ساتئ چې زما سوچ به بدل شى. نو بيا تاسو ما ته زما خوب ووايئ، او بيا زۀ به په دې پوهه شم چې تاسو يې ما ته تعبير هم راکولے شئ.“</verse>
				<verse number="10">نجوميانو بادشاه ته په جواب کښې ووئيل، ”په زمکه داسې هيڅ څوک نشته چې د بادشاه په دې خبره عمل وکړى. تر اوسه پورې داسې نۀ دى شوى چې يو بادشاه د خپل فالګر، جادوګر يا نجومى نه داسې تپوس کړے وى، کۀ هغه بادشاه هر څومره لوئ او طاقتور وى.</verse>
				<verse number="11">بادشاه سلامت تاسو چې څۀ غواړئ هغه يو ناممکن کار دے. دا بادشاه ته د هغۀ د معبودانو نه بغېر هيڅ څوک نۀ شى څرګندولے، او هغوئ د انسانانو سره نۀ اوسيږى.“</verse>
				<verse number="12">بادشاه چې کله دا واورېدل نو په دې هغه ډېر زيات په قهر شو او حکم يې وکړو چې د بابل ټول هوښياران او پوهان دې قتل کړے شى.</verse>
				<verse number="13">نو بيا د هوښيارانو د قتلولو حکم جارى شو، او د دانيال او د هغۀ ملګرو پسې يې هم کسان ورولېږل چې هغوئ قتل کړى.</verse>
				<verse number="14">هرکله چې اريوک د بادشاه د محافظانو مشر، د بابل د هوښيارانو قتلولو پسې ووتو نو دانيال په ډېر هوښيارتيا او تميز د هغۀ سره خبرې وکړې.</verse>
				<verse number="15">هغۀ د بادشاه د آفسر نه تپوس وکړو چې، ”بادشاه دومره سخت فرمان ولې جارى کړے دے؟“ بيا د بادشاه آفسر اريوک دانيال ته ټوله قيصه بيان کړه.</verse>
				<verse number="16">نو په دې اورېدو سره دانيال سمدستى بادشاه له ورغلو او د هغۀ نه يې وخت وغوښتلو، چې دے به ورته د خوب تعبير ورکړى.</verse>
				<verse number="17">نو بيا دانيال خپل کور ته واپس لاړو او ټوله قيصه يې خپلو ملګرو حننياه، ميشائيل، او عزرياه ته بيان کړه.</verse>
				<verse number="18">هغۀ دوئ ته خواست وکړو چې آسمانى خُدائ پاک ته د دې راز د څرګندولو په حقله د رحم سوال وکړئ، نو چې دے، د دۀ دوستان او د بابل نور هوښياران قتل نۀ شى.</verse>
				<verse number="19">په هم هغه شپه دا راز په رويا کښې دانيال ته څرګند شو. نو بيا دانيال د آسمانى خُدائ پاک ثناء صِفت بيان کړو</verse>
				<verse number="20">او هغۀ وفرمائيل چې، ”د خُدائ پاک نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، حکمت او قدرت د هغۀ دے.</verse>
				<verse number="21">هغه وختونه او حالات بدلوى، هغه بادشاهان په تخت کښېنوى او هغوئ اخوا کوى. هغه پوهانو له پوهه او عالمانو له عِلم ورکوى.</verse>
				<verse number="22">هغه ژور او پټ د راز څيزونه څرګندوى، هغه ترې خبر دے څۀ چې په تيارۀ کښې پراتۀ دى، او د هغۀ نه ګېرچاپېره نُور دے.</verse>
				<verse number="23">زۀ ستا ثناء صِفت او شُکر ګزارى کوم، اے زما د پلار نيکۀ پاکه خُدايه. ځکه چې تا ما له پوهه او قدرت راکړے دے. تا ما ته هغه څۀ وښودل د څۀ چې مونږ ستا نه غوښتنه وکړه، تا ما ته د بادشاه خوب او د هغۀ مسئله څرګنده کړه.“</verse>
				<verse number="24">نو بيا دانيال اريوک له لاړو، څوک چې بادشاه د بابل د هوښيارانو د قتلولو دپاره مقرر کړے وو، ”د بابل هوښيار خلق مۀ قتلوه. ما بادشاه له بوځه، او زۀ به د هغۀ خوب تعبير هغۀ ته ورکړم.“</verse>
				<verse number="25">نو اريوک سمدستى دانيال بادشاه له بوتلو او هغۀ بادشاه ته ووئيل، ”ما د يهوداه په جلاوطنو خلقو کښې يو کس پېدا کړو څوک به چې بادشاه ته د هغۀ د خوب مطلب ووائى.“</verse>
				<verse number="26">بادشاه دانيال نه تپوس وکړو، چا ته به يې چې بيلطشضر وئيل، ”آيا تۀ ما ته دا وئيلے شې چې ما څنګه خوب ليدلے دے او د هغې تعبير کولے شې؟“</verse>
				<verse number="27">دانيال جواب ورکړو، ”د کوم راز چې بادشاه تپوس کوى هغه هيڅ يو هوښيار، فالګر، جادوګر، او نجومى نۀ شى کولے چې هغه راز بيان کړى،</verse>
				<verse number="28">خو په آسمان کښې يو خُدائ پاک موجود دے څوک چې پټ رازونه څرګندوى، هغۀ چې نبوکدنضر بادشاه ته په خوب کښې ښودلى دى چې په راتلونکو ورځو کښې به څۀ پېښ شى. کله چې تۀ په خپل کټ کښې پروت وې او کوم خوب او رويا چې تا وليدله او ستا په ذهن کښې هغه تيره شوې ده هغه څۀ داسې ده.</verse>
				<verse number="29">اے بادشاه سلامت کله چې تۀ هلته پروت وې، نو ستا فکر او سوچ د راتلونکو حالاتو طرف ته واوړېدو، او د رازونو ښکاره کوونکى درته دا وښودل چې په آئنده کښې به څۀ کيږى.</verse>
				<verse number="30">دا کوم راز چې ما ته څرګند شو، د دې دا مطلب نۀ دے چې ګنې زۀ دې د نورو کسانو نه ډېر هوښيار يم، خو دا د دې دپاره چې تۀ، اے بادشاه سلامت، د دې راز په تعبير باندې کوم چې ستا په خيال کښې تير شو پوهه شې.</verse>
				<verse number="31">اے بادشاه سلامت تا په خوب کښې وليدل چې يوه لويه ځلېدونکې او حېرانوونکې مجسمه ستا په وړاندې ولاړه وه او هغه يروونکې وه.</verse>
				<verse number="32">د دې مجسمې سر د خالصو سرو زرو نه جوړ شوے وو، د هغۀ سينه او لاسونه د سپينو زرو نه، د هغۀ ګېډه او پتونونه د زېړو نه جوړ وُو،</verse>
				<verse number="33">د دې پنډۍ د اوسپنې، او د پښو څۀ حِصه د اوسپنې او څۀ حِصه د پخې شوې خاورې نه جوړه شوې وه.</verse>
				<verse number="34">هرکله چې تا دې ته کتل، نو په دې وخت کښې د غرۀ نه يو لوئ کاڼے په خپله راجدا شو، خو د انسان په لاسونو نه. هغه د هغه مجسمې په پښو راپرېوتو کومې چې د اوسپنې او خاورو نه جوړې شوې وې او هغه يې ټوټه ټوټه کړې.</verse>
				<verse number="35">نو بيا اوسپنه، خاوره، زېړ، سپين زر او سرۀ زر ټول ټوټه ټوټه شو او داسې والوتل لکه څنګه چې په اوړى کښې بوس د غنمو په درمند کښې الوځى. هوا هغه ټول يوړل او هيڅ نښه يې پاتې نۀ شوه. خو هغه کاڼى کوم چې دا مجسمه وويشته هغې نه يو لوئ غر جوړ شو او ټوله زمکه يې ونيوله.</verse>
				<verse number="36">دا ستا خوب وو، او زۀ به يې اوس تعبير هم درته بيان کړم.</verse>
				<verse number="37">تاسو، اے بادشاه سلامت، د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يئ. آسمانى خُدائ پاک درته بادشاهى او قدرت، زور شان او شوکت درکړے دے.</verse>
				<verse number="38">هغۀ ستا لاسونو ته ټول انسانان او ځناور او د هوا مارغان حواله کړى دى. چرته چې هم دوئ اوسيږى، هغۀ تۀ په هغوئ ټولو حکمران مقرر کړے يې. او هغه د سرو زرو سر تۀ په خپله يې.</verse>
				<verse number="39">ستا نه وروستو، به يوه بله بادشاهى قائمه شى چې ستا د بادشاهۍ نه به کمزورې وى، او بيا به درېمه بادشاهى راشى، د زېړو به وى، او دا به په ټوله زمکه حکمرانى وکړى.</verse>
				<verse number="40">په آخر کښې به بيا څلورمه بادشاهى راشى چې د اوسپنې په شان به مضبوطه وى ځکه چې اوسپنه هر څۀ ماتوى او ټوټه ټوټه کوى، نو بيا څنګه چې اوسپنه څيزونه ټوټه ټوټه کوى نو داسې به هغه نور ټول مات او ټوټه ټوټه کړى.</verse>
				<verse number="41">لکه څنګه چې تا وليدل چې د هغې د پښو او ګوتو څۀ حِصه د اوسپنې او څۀ حِصه د پخې خاورې نه جوړه وه نو دا به جدا شوے بادشاهت وى، خو بيا به هم په کښې څۀ نا څۀ د اوسپنې زور پاتې وى، څنګه چې تا اوسپنه خاورې سره يوځائ وليدله.</verse>
				<verse number="42">کۀ څۀ هم چې تا وليدل چې اوسپنه د خټې سره ګډه شوې وه، نو بيا به د دې بادشاهۍ څۀ حِصه طاقتوره او څۀ حِصه کمزورى وى.</verse>
				<verse number="43">تاسو وليدل چې اوسپنه د خاورې سره يوځائ شوې وه، نو بيا به دغه شان د هغه بادشاهۍ خلق هم کوشش وکړى چې د يو بل سره په وادۀ کولو د يو بل ملاتړ جوړ شى، خو دوئ به په خپلو کښې په اتفاق نۀ شى لکه څنګه چې اوسپنه د خاورو سره يوځائ کېدلے نۀ شى.</verse>
				<verse number="44">د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.</verse>
				<verse number="45">دا د غرۀ نه د کاڼى د راجدا کېدلو د رويا تعبير دے، خو د انسانانو په لاسونو نه، هغه کاڼى چې اوسپنه، زېړ، خاوره، سپين زر او سرۀ زر يې ټوټه کړل. لوئ خُدائ پاک بادشاه ته دا ښودلى دى چې په راتلونکى وخت کښې به څۀ کيږى. دا خوب رښتيا او تعبير يې باورى دے.“</verse>
				<verse number="46">نو بيا نبوکدنضر بادشاه د دانيال په وړاندې ټيټ شو او د هغۀ عزت يې وکړو او حکم يې وکړو چې هغۀ ته د غلو دانو او د خوشبو نذرانې وړاندې کړئ.</verse>
				<verse number="47">بادشاه دانيال ته ووئيل، ”بې‌شکه ستا خُدائ پاک د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے او د بادشاهانو مالِک دے او د رازونو ښکاره کوونکے دے. ځکه چې تا ته دا راز څرګند کړے شو.“</verse>
				<verse number="48">بيا بادشاه دانيال ته لوئ مقام ورکړو، او ډيرې او ښکلې تحفې يې ورکړې. بادشاه هغه د بابل په ټوله صوبه باندې حکمران او د ټولو هوښيارانو مشر مقرر کړو.</verse>
				<verse number="49">نو د دانيال په خواست سره بادشاه شدرک، ميشک، او عبدنجو د بابل د صوبې په انتظاميه کښې آفسران مقرر کړل، او په خپله دانيال په شاهى دربار کښې پاتې شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">نبوکدنضر بادشاه يوه د سرو زرو مجسمه جوړه کړه چې لس کم سل فټه اوچته او نهۀ فټه پلنه وه، او هغۀ هغه د بابل په صوبه کښې د دُورا په مېدان کښې ودروله.</verse>
				<verse number="2">نو بيا بادشاه ټولو حکمرانانو، مشيرانو، خزانچيانو، قاضيانو او د صوبو آفسرانو ته پېغام ولېږلو چې د مجسمې د لګولو مراسمو له راشئ کومه چې هغۀ ودرولې وه.</verse>
				<verse number="3">نو بيا ټول حکمرانان، مشيران، خزانچيان، قاضيان، او د صوبې نور آفسران د مجسمې د وقف کېدو رسم له راغونډ شول کومه چې نبوکدنضر بادشاه ودرولې وه او د هغې په وړاندې هغوئ ودرېدل.</verse>
				<verse number="4">نو بيا ډندورچى په اوچت آواز اعلان وکړو، ”اے د ټولو قومونو، ذاتونو او ژبو خلقو، تاسو ته دا حکم دے چې هغه ضرور سر ته ورسوئ.</verse>
				<verse number="5">څنګه چې تاسو د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورئ نو هغه د سرو زرو مجسمې ته عبادت او سجده وکړئ کومه چې نبوکدنضر بادشاه ودرولې ده.</verse>
				<verse number="6">هر هغه څوک چې عبادت او سجده ونۀ کړى نو هغه به سمدستى د اور په لمبه بټۍ کښې وغورزولے شى.“</verse>
				<verse number="7">نو هرکله چې هغوئ د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورېدو، نو د ټولو خلقو او ټولو قومونو او د هرې ژبې خلقو، هغه د سرو زرو مجسمې ته سجده وکړه او د هغې عبادت يې وکړو، کومه چې نبوکدنضر بادشاه ودرولې وه.</verse>
				<verse number="8">نو په دې موقع څۀ نجوميان بادشاه له ورغلل او د يهوديانو خلاف يې سخت شکايت وکړو.</verse>
				<verse number="9">هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته ووئيل چې، ”اے بادشاه، تۀ دې د تل دپاره ژوندے يې.</verse>
				<verse number="10">اے بادشاه سلامت، تاسو يو فرمان جارى کړے دے، هغه دا چې هر څوک چې د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورى هغوئ دې د سرو زرو مجسمې ته سجده وکړى او د هغې عبادت دې وکړى.</verse>
				<verse number="11">او هر څوک چې دې مجسمې ته سجده ونۀ کړى او د هغې عبادت ونۀ کړى، نو هغه به د بل شوې اور بټۍ ته ضرور وغورزولے شى.</verse>
				<verse number="12">خو اے بادشاه سلامت، دلته يو څو يهوديان دى څوک چې تا د بابل په صوبې باندې مشران مقرر کړى دى، شدرک، ميشک او عبدنجو، څوک چې تا له توجو نۀ درکوى. نۀ هغوئ ستا د معبودانو خِدمت کوى او نۀ د هغه سرو زرو د مجسمې عبادت کوى کومه چې تا ودرولې ده.“</verse>
				<verse number="13">نو بيا په دې باندې بادشاه ډېر غصه شو او حکم يې وکړو چې سمدستى شدرک، ميشک، او عبدنجو ما ته حاضر کړئ. نو دا کسان بادشاه له راوستلے شول.</verse>
				<verse number="14">نو بيا نبوکدنضر هغوئ ته ووئيل، ”شدرک، ميشک او عبدنجو ولې دا خبره رښتيا ده چې تاسو زما د معبودانو خِدمت او د هغه سرو زرو د مجسمې عبادت نۀ کوئ کومه چې ما ودرولې ده؟</verse>
				<verse number="15">اوس کله چې تاسو د بيګل، شپيلۍ، رباب، بينجو، سريندې، ستار او هر قسمه موسيقۍ او سازونو آواز واورئ، نو کۀ چرې تاسو دې ته تيار يئ چې هغه د سرو زرو د مجسمې په وړاندې ټيټ شئ او د هغې عبادت وکړئ کومه چې ما جوړه کړې ده، نو ډېره ښۀ ده. خو کۀ چرې تاسو د هغې عبادت ونۀ کړئ نو تاسو به سمدستى د اور بټۍ ته وغورزولے شئ. نو کوم يو معبود به تاسو زما د لاسه خلاص کړى؟“</verse>
				<verse number="16">شدرک، ميشک او عبدنجو بادشاه ته جواب ورکړو، ”اے نبوکدنضره، مونږ ته د دې ضرورت نشته چې ستا نه په دې معامله کښې د خپل ځان ساتنه وکړُو.</verse>
				<verse number="17">اے بادشاه کۀ چرې مونږ د بل شوې اور بټۍ ته وغورزولے شُو، نو د کوم خُدائ پاک چې مونږ خِدمت کوُو هغه دا کولے شى چې مونږ د هغې نه وساتى، او هغه به مونږ ستا د لاسونو نه بچ کړى.</verse>
				<verse number="18">اے بادشاه سلامت، خو کۀ چرې هغه مونږ ستا نه بچ هم نۀ کړى، خو تۀ په دې پوهه شه چې مونږ به نۀ ستا د معبودانو عبادت او نۀ د هغه سرو زرو د مجسمې عبادت وکړُو کومه چې تا ودرولې ده.“</verse>
				<verse number="19">نو بيا نبوکدنضر شدرک، ميشک او عبدنجو ته ډېر سخت غصه شو، او د غصې نه د هغۀ رنګ تک سور شو. او هغۀ حکم وکړو چې هغه د اور بټۍ د پخوا نه اووۀ ځله زياته ګرمه کړئ.</verse>
				<verse number="20">او هغۀ په خپل فوج کښې څو تکړه کسانو ته حکم وکړو چې شدرک، ميشک او عبدنجو کلک وتړئ او په بټۍ کښې يې د اور لمبو ته وغورزوئ.</verse>
				<verse number="21">نو بيا هغوئ هغه درې واړه کسان د خپلو قميصونو، پرتوګونو، چوغو او پټکو سره وتړل او د اور لمبو ته يې په بټۍ کښې وروغورزول.</verse>
				<verse number="22">خو د بادشاه حکم ډېر زورَور وو او بټۍ ډېره زياته ګرمه شوې وه نو ځکه د اور شغلو هغه فوجيان وسوزول او مړۀ يې کړل چا چې شدرک، ميشک او عبدنجو د اور په بټۍ کښې وغورزول.</verse>
				<verse number="23">نو دا درې کسان کلک تړلے شوى وُو او د اور بټۍ کښې يې وغورزول.</verse>
				<verse number="24">سمدستى په حېرانتيا سره نبوکدنضر راپاڅېدو او هغۀ د خپلو مشيرانو نه تپوس وکړو، ”ولې مونږ درې کسان نۀ وُو تړلى او په دې بټۍ کښې مو نۀ وُو غورزولى څۀ؟“ په جواب کښې هغوئ ورته ووئيل چې، ”آو جې، اے بادشاه سلامت.“</verse>
				<verse number="25">هغۀ ووئيل چې، ”خو وګورئ، زۀ درې نه، بلکې څلور کسان وينم چې په اور کښې ګرځى، چې نۀ تړلے شوى دى او نۀ ورته څۀ نقصان رسېدلے دے او څلورم کس لکه د مقدسې فرښتې په شان ښکارى.“</verse>
				<verse number="26">نو بيا نبوکدنضر د اور د بټۍ خولې ته نزدې ورغلو او آواز ‎يې ورکړو، ”شدرک، ميشک او عبدنجو، د خُدائ تعالىٰ خِدمتګارانو، بهر راوځئ. دلته راشئ.“ نو شدرک، ميشک او عبدنجو د اور نه بهر راووتل.</verse>
				<verse number="27">نو بيا لوئ آفسران، سرکارى کسان، حکمرانان، او مشيران د هغوئ نه ګېرچاپېره راټول شول او وې ليدل چې اور بلکل د هغوئ بدن ته څۀ نقصان نۀ دے ورکړے، او نۀ د هغوئ د سر وېښتۀ راګونجى شوى دى، او د هغوئ چُوغې هم نۀ دى سوزېدلې، او د هغوئ د بدن نه د اور بوئ هم نۀ تلو.</verse>
				<verse number="28">نو بيا نبوکدنضر ووئيل، ”د شدرک، ميشک او د عبدنجو د خُدائ پاک ثنا‌ء دې وى چا چې خپله فرښته راولېږله او خپل خِدمتګاران يې بچ کړل. د هغوئ په هغۀ باندې ايمان وو او زما حکم يې د ‎پښو لاندې کړو او هغوئ دې ته تيار وُو چې د خُدائ پاک دپاره خپل ژوند د لاسه ورکړى نۀ دا چې د هغۀ په ځائ د بل معبود خِدمت او عبادت وکړى.</verse>
				<verse number="29">نو په دې وجه زۀ دا حکم جارى کوم چې د ټولو خلقو او قومونو او د هرې ژبې خلق کۀ چرې هغوئ د شدرک، ميشک او عبدنجو د خُدائ پاک خلاف څۀ ووائى نو هغوئ به ټوټې ټوټې شى او د هغوئ کورونه به تباه کړے شى، ځکه چې بل يو معبود هم داسې نشته چې څوک داسې بچ کړى.“</verse>
				<verse number="30">نو بيا بادشاه شدرک، ميشک او عبدنجو ته د بابل په صوبه کښې نور هم اوچت مقام ورکړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">نبوکدنضر بادشاه د دُنيا ټولو خلقو، ټولو قومونو، او ټولو ژبو ويوونکو ته دا پېغام ورولېږلو چې، په خير اوسئ.</verse>
				<verse number="2">زۀ غواړم چې تاسو ته د هغه معجزو او حېرانونکو نښو په حقله خبرې وکړم کومې معجزې چې خُدائ تعالىٰ زما دپاره کړى دى.</verse>
				<verse number="3">د هغۀ معجزې څومره لوئ دى، او د هغۀ عجائبات څومره طاقتور دى. د هغۀ بادشاهى تر ابده پورې ده، او د هغۀ بادشاهى نسل در نسل پورې ده.</verse>
				<verse number="4">ما نبوکدنضر په خپل محل کښې په آرام او عېش عشرت سره ژوند کولو.</verse>
				<verse number="5">ما يو خوب وليدو کوم چې زۀ ويرولم. کله چې زۀ په خپل کټ کښې پروت وم، نو کومه رويا او تصور چې زما په خيال کښې راغلو نو هغې زۀ ډېر زيات ويرولم.</verse>
				<verse number="6">نو ما بيا حکم وکړو چې د بابل ټول هوښيار خلق راوغواړئ چې زما د خوب تعبير وکړى.</verse>
				<verse number="7">نو کله چې جادوګر، فالګر، نجوميان او قسمت معلومونکى راغلل، ما هغوئ ته خوب ووئيلو خو هغوئ د هغې تعبير ما ته ونۀ کړے شو.</verse>
				<verse number="8">خو آخر دانيال زما حضور ته راغلو، او ما ورته خپل خوب بيان کړو. مقدسو معبودانو ورته خاص طاقت ورکړے وو، او ما په هغۀ باندې د خپل معبود بيلطشضر نوم کېښودو. او د معبودانو روح په هغۀ کښې وو.</verse>
				<verse number="9">ما ورته ووئيل چې، ”بيلطشضر د جادوګرانو مشره زۀ په دې پوهېږم چې د معبودانو روح په تا کښې دے، او هيڅ راز معلومول ستا دپاره مشکل کار نۀ دے. زما خوب داسې دے، او تۀ يې ما ته تعبير راکړه.</verse>
				<verse number="10">کله چې زۀ په خپل کټ کښې اودۀ وم ما دا خوب وليدلو، ما وليدل، زما په وړاندې د زمکې په مينځ کښې يوه ونه ولاړه وه. او هغه ډېره زياته اوچته وه.</verse>
				<verse number="11">دا ونه ډېره غټه او لوړه او طاقتوره شوه او سر يې د آسمان سره ولګېدو، او دا به د ټولې دُنيا د بل سر نه ښکارېدله.</verse>
				<verse number="12">د هغې پاڼې ښکلې وې، او مېوه يې ډېره وه، او په دې کښې د هر چا خوراک وو. او د هغې لاندې د مېدان ځناورو د ځان دپاره د پناه ځائ پېدا کړو، او د هوا مارغانو يې په څانګو کښې ځان له جالې جوړې کړې، او هغې نه هر يو مخلوق ته خوراک مِلاوېدلو.</verse>
				<verse number="13">کله چې ما لا په خوب کښې د دې رويا په حقله سوچ کولو، نو ومې ليدل چې د آسمان نه يوه مقدسه فرښته راکوزېده، چې اخوا ديخوا يې کتل.</verse>
				<verse number="14">هغې په زور سره دا اعلان وکړو چې، دا ونه راوغورزوئ او څانګې يې پرې کړئ، د دې پاڼې راوشوکوئ او مېوه يې تس نس کړئ. د دې لاندې ځناور او د څانګو نه يې مارغان وشړئ.</verse>
				<verse number="15">خو د دې بېخ په زمکه کښې پرېږدئ او د اوسپنې او زېړو پټۍ ترې نه تاو کړئ. او هلته يې په واښو کښې پرېږدئ. نو پرېږدئ چې هغه په پرخه کښې لوند شى او هغه دې په ځنګل کښې د ځناورو سره اوسيږى.</verse>
				<verse number="16">اووۀ کاله به هغه د انسان عقل نۀ لرى بلکې د هغۀ عقل به د ځناورو وى.</verse>
				<verse number="17">د هغه فرښتې د سزا ورکولو فېصله واورولے شوه، ترڅو چې هر يو کس ته د دې پته ولګى چې خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهۍ باندې اختيار لرى او چې هغه چا له وغواړى نو هغۀ له بادشاهى ورکوى، کۀ څۀ هم چې هغه کس ډېر غريب وى.“</verse>
				<verse number="18">نبوکدنضر بادشاه ووئيل، ”دا هغه خوب دے چې ما وليدلو. نو بيا بيلطشضره، تۀ ما ته د دې تعبير بيان کړه ځکه چې زما يو شاهى مشير هم ما له د دې تعبير نۀ شى راکولے. خو تۀ يې راکولے شې ځکه چې د مقدسو معبودانو روح په تا کښې دے.“</verse>
				<verse number="19">نو دانيال، چې بل نوم يې بيلطشضر وو، په دې دومره هيبت واخستو چې د څۀ وخت دپاره هيڅ يې هم نۀ شو فرمائيلے، او د هغۀ سوچ هغه وارخطا کړو. نو بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”بيلطشضره، په دې خوب او د هغې په مطلب مۀ خفه کېږه.“ خو بيلطشضر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې دا خوب او د دې تعبير دې ستا دپاره نه بلکې ستا د دشمنانو دپاره وى.</verse>
				<verse number="20">هغه ونه چې تا وليدله، کومه چې دومره لوړه وه چې آسمان ته رسېدلې وه او په دُنيا کښې هر چا ته ښکارېدله،</verse>
				<verse number="21">د هغې پاڼې ښائسته وې او مېوه يې دومره زياته وه چې د ټولې دُنيا دپاره کافى وه. ځنګلى ځناورو د دې لاندې آرام کولو او مارغانو به د دې په څانګو کښې جالې جوړولې.</verse>
				<verse number="22">اے بادشاه سلامت، تۀ په خپله هغه ونه يې. تۀ ډېر اوچت او مضبوط شوے يې، تۀ دومره لوئ شوے يې چې لويوالے دې تر آسمانه پورې رسېدلے دے او ستا بادشاهت د زمکې د بله سره پورې رسيږى.</verse>
				<verse number="23">اے بادشاه سلامت، تا يوه مقدسه فرښته وليدله، چې د آسمان نه لاندې راکوزېدله او فرمائيل يې چې، دا ونه ووهئ او تباه يې کړئ، خو د هغې تنه او جرړې په زمکه کښې پرېږدئ او د اوسپنې او زېړو په زنځير يې وتړئ او په واښو کښې يې پرېږدئ. او پرېږده چې په پرخه کښې لوند شى، او چې د اوو کالونو پورې د ځنګلى ځناورو په مينځ کښې پاتې شى.</verse>
				<verse number="24">اے بادشاه سلامت، ستا د خوب تعبير دا دے کومه فېصله چې خُدائ تعالىٰ ستا خلاف کړې ده.</verse>
				<verse number="25">تۀ به د خلقو نه يوې خوا ته وشړلے شې او د ځنګلى ځناورو سره به ژوند کوې، تۀ به لکه د څاروو په شان ګياه خورې او د آسمان په پرخه به تر کولے شې. نو بيا به اووۀ کالونه تير شى ترڅو چې تۀ په دې باندې پوهه شې چې صرف خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهت اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.</verse>
				<verse number="26">د فرښتې هغه حکم چې د ونې تنه سره د جرړو پرېږدئ نو د هغې مطلب دا دے چې ستا بادشاهى به بيا راشى خو کله چې تاسو آسمانى حکومت ومنئ.</verse>
				<verse number="27">بادشاه سلامت، په دې وجه دې زما نصيحت تا ته د منلو وى، د خپلو ګناهونو اعتراف وکړه او هغه په ښو کولو سره پرېږده، او په مظلومانو رحم وکړه او شرارت پرېږده. نو کېدے شى چې په دې کښې به ستا د بادشاهۍ خير قائم پاتې شى.“</verse>
				<verse number="28">بيا دا هر څۀ په نبوکدنضر بادشاه وشُو.</verse>
				<verse number="29">دولس مياشتې وروستو کله چې هغه په بابل کښې د شاهى محل په چت باندې ګرځېدو،</verse>
				<verse number="30">هغۀ ووئيل چې، ”ولې دا هغه لوئ د بابل ښار نۀ دے کوم چې د بادشاهانو د اوسېدو دپاره ما په خپل زور طاقت سره د خپل جلال او شان شوکت د څرګندېدو دپاره آباد کړے دے؟“</verse>
				<verse number="31">هغه خبره لا د هغۀ په شونډو وه چې د آسمان نه يو آواز راغلو، ”نبوکدنضر بادشاه ستا دپاره دا حکم دے چې، ستا نه هغه شاهى اختيارات واخستلے شو.</verse>
				<verse number="32">تۀ به د خلقو نه وشړلے شې او د ځنګلى ځناورو سره به اوسېږې، تۀ به لکه د څاروو په شان ګياه خورې. په دې به اووۀ کالونه تير شې ترڅو چې تۀ په دې باندې پوهه شې چې خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهت اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.“</verse>
				<verse number="33">نو سمدستى هغه څۀ پوره شُو څۀ چې د نبوکدنضر په حقله وئيلى شوى وُو. هغه د خلقو د مينځ نه وشړلے شو او د ځناورو په شان يې ګياه وخوړله. د هغۀ په بدن پرخه ورېدله تر هغې پورې د هغۀ وېښتۀ لکه د شاهين د بڼو په شان لوئ شُو او د هغۀ نوکونه لکه د مارغانو د پنجو په شان اوږدۀ شول.</verse>
				<verse number="34">د اوو کالونو نه وروستو، ما نبوکدنضر خپلې سترګې د آسمان طرف ته اوچتې کړې، او زما عقل دوباره بحال شو. او ما د خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت ادا کړو، او د هغۀ احترام او جلال مې بيان کړو څوک چې د تل دپاره ژوندے دے. د هغۀ بادشاهى تر ابده پورې ده، او د هغۀ بادشاهى نسل در نسل پورې ده.</verse>
				<verse number="35">د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“</verse>
				<verse number="36">په هم هغه وخت کښې کله چې زما عقل کار شروع کړو، نو زما عزت او شان و شوکت ما ته د خپلې بادشاهۍ دپاره واپس مِلاو شو او زما مشيرانو او آفسرانو ما ته حلف راکړو، زۀ په خپل تخت باندې دوباره کښېناستلم. او د پخوا نه زما عزت نور هم زيات شو.</verse>
				<verse number="37">نو اوس، زۀ نبوکدنضر، د آسمان د بادشاه ثناء صِفت او لوئى بيانوم، ځکه څۀ چې هغه کوى هغه صحيح دى او د هغۀ ټول کارونه د اِنصاف دى. او هغوئ څوک چې کبر او لوئى کوى نو هغه يې عاجز کولے شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">يوه ورځ بيلشضر بادشاه يوه لويه مېلمستيا تياره کړه او د خپلو آفسرانو نه يې زر کسان راوغوښتل او د هغوئ سره يې يوځائ مے وڅښل.</verse>
				<verse number="2">کله چې بيلشضر خپل مے څښل، نو هغۀ حکم وکړو چې هغه د سرو زرو او سپينو زرو جامونه او پيالۍ راوړئ کومې چې د هغۀ پلار نبوکدنضر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور نه راوړې وې، چې بادشاه او د هغۀ آفسران، د هغۀ ښځې او د هغۀ وينځې په کښې مے وڅښى.</verse>
				<verse number="3">نو بيا هغوئ د سرو زرو جامونه او پيالۍ راوړې کومې چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور نه راوړلے شوې وې، او بادشاه او د هغۀ آفسرانو، د هغۀ ښځو او د هغۀ وينځو په هغو کښې وڅښل.</verse>
				<verse number="4">کله چې هغوئ مے څښل، نو بيا هغوئ د سرو زرو، سپينو زرو، پيتلو، اوسپنو، د لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو.</verse>
				<verse number="5">او ناګهانه د انسان د لاس ګوتې راښکاره شوې او د شاهى محل د دېوال په پلستر باندې د شمعدان سره نزدې ليکل وکړل. کله چې هغه لاس ليکل کول نو بادشاه په خپله هغه وليدلو.</verse>
				<verse number="6">د هغۀ رنګ د يرې نه تک زېړ شو او دومره يرېدلے وو چې د پښو د رپېدو په وجه په ځائ ودرېدلے نۀ شو.</verse>
				<verse number="7">نو بادشاه په تېزه آواز وکړو چې جادوګر، فالګر او نجوميان راوغواړئ. نو د بابل دې هوښيارو سړو ته بادشاه ووئيل چې، ”هر څوک چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او د هغې مطلب راته بيان کړى نو هغۀ ته به کاسنى چُوغه د عزت دپاره ورواغوستلے شى او د هغۀ په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به ورته درېم مقام مِلاو شى.“</verse>
				<verse number="8">نو بيا د بادشاه ټول هوښياران راغلل، خو هغوئ هغه ليکل ونۀ شُو لوستلے او نۀ يې بادشاه ته دا وئيلے شُو چې د دې څۀ مطلب دے.</verse>
				<verse number="9">نو بيا بيلشضر بادشاه نور هم يرې واخستو او د هغۀ رنګ نور هم زېړ شو. او د هغۀ ټول آفسران هم پرېشانه شول.</verse>
				<verse number="10">خو کله چې د بادشاه مور د بادشاه او د هغۀ د مشيرانو شور شرابه واورېده، نو هغه د مېلمنو هال ته راننوتله. هغې ووئيل چې، ”اے بادشاه سلامت تۀ دې د تل دپاره ژوندے يې. مۀ وارخطا کېږه، ډېر مۀ زېړېږه.</verse>
				<verse number="11">ستا په بادشاهۍ کښې يو سړے دے چې په هغۀ کښې د پاکو معبودانو روح دے. ستا د پلار په زمانه کښې په هغۀ کښې د معبودانو په شان عقل، حکمت او پوهه ښکاره شوه. نبوکدنضر بادشاه ستا پلار هغه د جادوګرو، فالګرو، نجوميانو او پېشګويانو والا مشر مقرر کړے وو.</verse>
				<verse number="12">دا سړے دانيال، چا ته چې بادشاه بيلطشضر نوم ورکړو، بې‌شانه قابليت او پوهه لرى، او هغه د خوبونو په تعبير، د مشکلو دوڼو په حل کولو او د راز په خبرو څرګندولو کښې تکړه او ماهِر دے. نو دانيال راوغواړه، هغه به درته ووائى چې د دې ليکلو مطلب څۀ دے.“</verse>
				<verse number="13">نو بيا دانيال د بادشاه حضور ته راوستلے شو، او بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”تۀ هغه دانيال يې څۀ، څوک چې زما پلار نبوکدنضر بادشاه د يهوداه د جلاوطنو سره د يهوداه نه دلته راوستے وو؟</verse>
				<verse number="14">ما اورېدلى دى چې په تا کښې د خُدايانو علم دے، او ستا عقل، پوهه او خاص حِکمت ډېر لوئ دے.</verse>
				<verse number="15">زما په وړاندې هوښياران او جادوګران راوستلے شوى وُو چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او ما ته يې مطلب بيان کړى، خو هغوئ د دې مطلب بيان نۀ کړے شو.</verse>
				<verse number="16">خو اوس ما دا اورېدلى دى چې تۀ تعبير ورکولے شې او مشکلې مسئلې حل کولے شې. کۀ تۀ دا ليکل لوستلے شې او ما ته د دې مطلب بيانولے شې، نو ستا د عزت دپاره به تا ته کاسنى شاهى چُوغه درواغوستلے شى او ستا په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به درته درېم لوئ مقام درکړے شى.“</verse>
				<verse number="17">نو دانيال بادشاه ته جواب ورکړو، ”قربان تحفې دې بل چا له ورکړه او يا يې ځان سره کړه. خو بيا به هم زۀ دا ليکل بادشاه ته ولولم او هغۀ ته به يې مطلب بيان کړم.</verse>
				<verse number="18">اے بادشاه سلامت، خُدائ تعالىٰ ستا پلار نبوکدنضر ته بادشاهت، لويوالے، جلال او شان و شوکت ورکړى وُو.</verse>
				<verse number="19">هغۀ، هغۀ له ډېر اوچت مقام ورکړے وو نو په دې وجه د ټولو خلقو د ټولو قومونو، او ټولو ژبو خلق د هغۀ په وړاندې د يرې نه ريږدېدل. څوک به چې هغۀ مړ کول غوښتل نو مړ به يې کړو، څوک به يې چې ژوندے پرېښودل غوښتل نو هغه به يې ژوندے پرېښودو، او چا ته به يې چې ترقى ورکول غوښتل نو هغۀ له به يې ترقى ورکړه، او څوک به يې چې عاجز کول غوښتل هغه به يې عاجز کړو.</verse>
				<verse number="20">خو کله چې د هغۀ زړۀ مغروره شو، او کبر يې اختيار کړو، نو هغه د خپلې بادشاهۍ تخت نه کوز کړے شو او هغه د خپل عزت نه محروم کړے شو.</verse>
				<verse number="21">هغه د بنيادمو د مينځ نه وشړلے شو او هغۀ ته د ځناورو عقل ورکړے شو، او هغه د ځنګلى خرو سره اوسېدو. هغۀ لکه د څاروى په شان ګياه وخوړه، او د هغۀ بدن د آسمان په پرخه باندې تر شو، ترڅو چې هغۀ دا وپېژندل چې خُدائ تعالىٰ د بنيادمو په بادشاهت باندې اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.</verse>
				<verse number="22">خو تا د هغۀ زويه بيلشضره، خپل ځان د هغۀ په وړاندې عاجز نۀ کړے شو، باوجود د دې چې تۀ په دې هر څۀ باندې خبر وې.</verse>
				<verse number="23">بلکې، تا خپل ځان د آسمانى مالِک په خلاف راپورته کړو. د هغۀ د کور جامونه او پيالۍ ستا په وړاندې راوړلے شوى دى. تا او ستا آفسرانو، ستا ښځو، او ستا وينځو په هغې کښې مے وڅښل. تا د سرو زرو او سپينو زرو، د زېړو، د اوسپنې، لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو، څوک چې نۀ ليدلے شى او نۀ اورېدلے شى او نۀ پوهيږى. خو تا د هغه مالِک خُدائ عزت ونۀ کړو د چا په لاس کښې چې ستا ژوند او ستا ټولې لارې دى.</verse>
				<verse number="24">نو په دې وجه خُدائ پاک لاس راولېږلو کوم چې دا پېغام وليکلو.</verse>
				<verse number="25">دا هغه پېغام دے کوم چې ليکلے شوے وو، منې، منې تقيل، فرسين.</verse>
				<verse number="26">د دې الفاظو مطلب دا دے. منې، د دې مطلب دے شمېر، خُدائ پاک ستا د بادشاهۍ ورځې شمېرلې دى او هغه يې ختمې کړې دى.</verse>
				<verse number="27">تقيل، مطلب دے وزن، تۀ په تله باندې وتللے شوې او په وزن ډېر سپک وختلې.</verse>
				<verse number="28">د فرسين، معنىٰ دا ده چې تقسيم، ستا بادشاهى تقسيم شوې ده او هغه ميديانو او فارسيانو ته ورکړے شوې ده.“</verse>
				<verse number="29">نو بيا د بيلشضر په حکم، دانيال ته کاسنى رنګ چُوغه ورواغوستلے شوه، د هغۀ په غاړه کښې يې د سرو زرو هار ورواچولو، او په بادشاهۍ کښې هغه د درېم اوچت مقام په توګه اعلان کړے شو.</verse>
				<verse number="30">نو په هم هغه شپه بيلشضر د بابل بادشاه ووژلے شو،</verse>
				<verse number="31">داريوس ميدى چې د دوو شپيتو کالو وو نو بادشاهى يې ونيوله.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">داريوس دا فېصله وکړه چې ټوله بادشاهى په يو سل او شل صوبو باندې تقسيم کړى، او هغۀ لوئ آفسران مقرر کړل چې په هره صوبه حکمرانى وکړى.</verse>
				<verse number="2">بادشاه دانيال او دوه نور کسان په دې آفسرانو سر پرست مقرر کړل چې په آفسرانو او د بادشاه په ګټو باندې نظر وساتى.</verse>
				<verse number="3">دانيال زر دا ثابته کړه چې هغه د نورو وزيرانو او لوئ آفسرانو نه ډېر قابل دے. نو بيا ځکه بادشاه دا فېصله وکړه چې هغه په ټوله بادشاهۍ باندې حاکِم مقرر کړى.</verse>
				<verse number="4">نو په دې وجه نور وزيران او لوئ آفسران په دې لټون کښې شُو چې د هغۀ په حکومتى انتظام کښې څۀ داسې غلطى پېدا کړى. خو هغوئ څۀ داسې هيڅ څيز د هغۀ خلاف پېدا نۀ کړلو چې هغه پرې ملامته کړى، ځکه چې هغه ډېر ايماندار وو او هيڅ قسم غلطى او بې‌ايمانى يې نۀ کوله.</verse>
				<verse number="5">آخر هغه کسانو دا ووئيل چې، ”دې طريقې سره به مونږ په دانيال هيڅ قِسمه اِلزام ونۀ لګولے شُو. خو يوه خبر ده چې د اِلزام باعث جوړېدے شى يعنې د هغۀ د خُدائ پاک د شريعت په حقله.“</verse>
				<verse number="6">نو بيا وزيران او لوئ آفسران په يو ځائ بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”داريوس بادشاه دې د تل دپاره ژوندے وى.</verse>
				<verse number="7">مونږ د ټول مُلک شاهى وزيران، آفسران، مشيران، مشران او حاکمان په دې راضى شوى يُو چې بادشاه دې يو فرمان جارى کړى او په سختۍ سره دې په هغې عمل وکړے شى چې په راتلونکو دېرشو ورځو کښې هر څوک چې هم ستا نه بغېر د بل معبود يا انسان عبادت وکړى، نو هغه دې د زمرو په غار کښې واچولے شى.</verse>
				<verse number="8">نو اوس، اے بادشاه سلامت، دا حکم جارى کړه او مهر پرې ولګوه چې څوک هم دا بدل نۀ کړے شى، لکه د ميديانو او فارسيانو د قانون په مطابق چې نۀ منسوخ کېدونکے دے.“</verse>
				<verse number="9">نو بيا داريوس بادشاه په ليکل شوے فرمان دستخط وکړو.</verse>
				<verse number="10">خو کله چې دانيال په دې خبر شو چې دا فرمان جارى شوے دے، نو هغه په خپل کور کښې بره کوټې ته لاړو چې کړکۍ يې د يروشلم طرف ته کولاو وې. نو هره ورځ به يې درې ځله سجده او دُعا کوله، او د خپل خُدائ پاک شُکر به يې ادا کولو، لکه څنګه چې هغۀ وړاندې کول.</verse>
				<verse number="11">نو بيا دا کسان په يو ځائ لاړل او دانيال يې وليدلو چې دُعا يې کوله او د خپل خُدائ پاک نه يې مدد غوښتلو.</verse>
				<verse number="12">نو بيا هغوئ بادشاه له لاړل او هغۀ ته يې د هغه شاهى حکم په حقله ياداشت ورکړو، ”آيا تاسو دا حکم نۀ وُو جارى کړے چې په راتلونکو دېرشو ورځو کښې هر چا هم بغېر ستا نه اے بادشاه سلامت، د بل معبود او يا انسان عبادت وکړو او يا دُعا يې ترينه وغوښتله هغه به د زمرو په غار کښې واچولے شى؟“ بادشاه ورته جواب ورکړو چې، ”آو، بلکل دا حکم د ميديانو او فارسيانو د قانون په مطابق دے کوم چې نۀ شى بدلېدلے.“</verse>
				<verse number="13">بيا هغوئ بادشاه ته ووئيل چې، ”دانيال څوک چې يو د يهوداه د جلاوطنو کسانو نه دے، هغه نه ستا پرواه ساتى، اے بادشاه سلامت او نه ستا حکم ته څۀ توجو ورکوى. هغه اوس هم په ورځ کښې درې ځله د خپل خُدائ پاک نه دُعا غواړى.“</verse>
				<verse number="14">نو کله چې بادشاه دا خبره واورېده، نو هغه ډېر زيات خفه شو. هغۀ دا اراده وکړه چې دانيال بچ کړى او هغۀ ټوله ورځ تر نمر پرېوتو پورې د داسې لارې چارې پېدا کولو کوشش وکړو چې دانيال بچ کړى.</verse>
				<verse number="15">نو بيا هغه کسان په ډله بادشاه له ورغلل او هغۀ ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا خبره ياد ساته چې، د ميديانو او فارسيانو د قانون په مطابق کوم يو قانون او فرمان چې بادشاه جارى کړى نو هغه بدلېدے نۀ شى.“</verse>
				<verse number="16">نو بيا بادشاه حکم وکړو، او هغوئ دانيال راوستلو او هغه يې د زمرو په غار کښې وروغورزولو. بادشاه دانيال ته ووئيل چې، ”ستا خُدائ پاک د کوم چې تۀ په وفادارۍ خِدمت کوې، هغه دې تا له خلاصون درکړى.“</verse>
				<verse number="17">يو ګټ راوړلے شو او د غار په خولۀ کېښودے شو، او بادشاه پرې خپل مهر او د خپلو حاکمانو مهرونه يې پرې ولګول، د دې دپاره چې څوک دانيال بچ نۀ کړى.</verse>
				<verse number="18">نو بيا بادشاه خپل شاهى محل ته واپس شو او هغه شپه يې بې د خوراکه او د هر قسمه عېش عشرت نه بغېر تيره کړه. او هغه ټوله شپه ويښ وو او خوب نۀ ورتلو.</verse>
				<verse number="19">خو په توره خړه بادشاه پاڅېدو او د زمرو غار ته په تېزۍ سره ورغلو.</verse>
				<verse number="20">نو کله چې هغه غار ته نزدې ورورسېدو، نو هغۀ دانيال ته په غمژن آواز سره آواز ورکړو، ”اے دانياله، د ژوندى خُدائ خِدمت کوونکيه، ولې ستا خُدائ پاک د چا چې تۀ په وفادارۍ سره عبادت کوې، هغۀ دا وکړے شو چې تا د زمرو نه بچ کړى؟“</verse>
				<verse number="21">دانيال ورله جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، تۀ دې د تل دپاره ژوندے اوسې.</verse>
				<verse number="22">زما خُدائ پاک خپله فرښته راولېږله او هغې د زمرو خولې بندې کړې. هغوئ ما ته هيڅ قسمه نقصان نۀ دے رارسولے، ځکه چې زۀ هغۀ ته بې‌ګناه ثابت شوم. بادشاه سلامت، نۀ ما ستا خلاف څۀ جرم کړے دے.“</verse>
				<verse number="23">بادشاه په دې بې‌حده خوشحاله شو او حکم يې وکړو چې دانيال د غار نه راوباسئ. او کله چې يې دانيال رابهر کړو، نو په هغۀ يو زخم هم نۀ وو، ځکه چې د هغۀ په خپل خُدائ پاک باور وو.</verse>
				<verse number="24">بيا د بادشاه په حکم، هغه سړى راوستلے شول چا چې په دانيال د بد نيت نه اِلزام لګولے وو او د زمرو په غار کښې يې د ښځو او بچو سره وروغورزول. د غار بېخ ته د رسېدو نه وړاندې زمرو په هغوئ حمله وکړه او هډُوکى يې ورله ټوټه ټوټه کړل.</verse>
				<verse number="25">نو بيا په ټول مُلک کښې داريوس بادشاه ټولو خلقو، قومونو، او د دُنيا د هرې ژبې ويوونکو ته دا وليکل، ”په تاسو دې سلامتيا او برکت وى.</verse>
				<verse number="26">زۀ د خپلې بادشاهۍ په هر ځائ کښې خلقو ته دا فرمان جارى کوم چې تاسو ټول د دانيال د خُدائ نه يرېږئ او د هغۀ عزت کوئ. ځکه چې هغه ژوندے خُدائ پاک دے، او همېشه پاتې کېدونکے دے، د هغۀ بادشاهى به هيڅکله نۀ تباه کيږى، او د هغۀ بادشاهى به کله هم نۀ ختميږى.</verse>
				<verse number="27">هغه بچ کوونکے او ساتونکے دے، هغه په آسمان او زمکه کښې نښې او عجائب څرګندوى. هغۀ دانيال د زمرو د پنجو نه بچ کړو.“</verse>
				<verse number="28">نو دانيال د داريوس بادشاه په حکومت کښې او د فارس د بادشاه خورس په حکومت کښې ډېر مخکښې شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">د بابل د بادشاه بيلشضر د بادشاهۍ په اول کال، دانيال چې کله په خپل کټ کښې پروت وو نو هغۀ خوب وليدو او په خوب کښې د هغۀ په خيالونو کښې يوه رويا راغله. هغۀ هغه څۀ وليکل کوم چې هغۀ په خوب کښې وليدل.</verse>
				<verse number="2">دانيال وفرمائيل چې، ”په هغه شپه ما په رويا کښې وليدل چې هلته زما په وړاندې د آسمان هواګانې د څلورو خواو نه د سمندر په مخ په تېزه لګېدلې.</verse>
				<verse number="3">نو څلور غټ ځناور، چې د يو بل نه مختلف وُو، د سمندر نه بهر راووتل.</verse>
				<verse number="4">اولنے د زمرى په شان وو، او د باز غوندې وزرې يې وې. ما تر هغې پورې ورته کتل ترڅو چې يې وزرې پرې کړے شوې او ودرولے شو او بيا دا لکه د انسان په شان په زمکه په دوو پښو ودرېدلو، او انسانى سوچ ورته ورکړے شو.</verse>
				<verse number="5">نو بيا زما په وړاندې ما دوېم ځناور وليدو، کوم چې د مېلو په شان ښکارېدو. دا په خپل يو طرف باندې اوچت کړے شو، او دۀ درې پښتۍ په خپله خولۀ کښې د غاښونو په مينځ کښې نيولې وې. هغۀ ته وئيل کېدۀ، پاڅه او په غوښو ځان موړ کړه.</verse>
				<verse number="6">د دې نه وروستو، ما يو بل ځناور وليدو، هغه لکه د پړانګ په شان وو. او د دۀ په شا لکه د مارغۀ په شان څلور وزرې وې. د دې ځناور څلور سرونه وُو، او دۀ ته يې د حکومت کولو اختيار ورکړے وو.</verse>
				<verse number="7">د دې نه وروستو د شپې ما په خپله رويا کښې څلورم ځناور وليدو چې خطرناک او يروونکے او ډېر طاقتور وو. د اوسپنې غټ غاښونه يې وُو او خپل ښکار به يې په هغې ريچې ريچې کړو او تير به يې کړو او څۀ به چې ترې نه پاتې شو نو هغه به يې د خپلو پښو لاندې کړو. هغه د نورو ټولو ځناورو نه کوم چې مخکښې وُو مختلف وو، او د هغۀ لس ښکرونه وُو.</verse>
				<verse number="8">کله چې ما د هغۀ د ښکرونو په حقله سوچ کولو، نو هلته زما د وړاندې يو بل ورکوټے ښکر د هغوئ په مينځ کښې ښکاره شو، او درې وړومبى ښکرونه د هغۀ په وړاندې راوويستلے شول. د هغه ښکر لکه د انسان د سترګو په شان سترګې وې او په خولۀ باندې يې په بې‌پرواهۍ سره لافې کولې.</verse>
				<verse number="9">کله چې ما ورته کتل نو تختونه په خپل ځائ باندې ولګولے شُو، او ازلى ذات په خپل تخت کښېناستو. د هغۀ جامې لکه د واورې په شان سپينې وې، او د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ په شان وُو. او هغه د اور په تخت باندې کښېناستو او د پايو نه يې د اور شُغلې ختلې.</verse>
				<verse number="10">او د هغۀ د حضور نه د اور درياب راوتلو او د هغۀ په وړاندې روان وو. په زرګونو زرګونو د هغۀ خِدمت له راغلل، او په لکونو هستيانې د هغۀ په وړاندې ودرېدلې. بيا د عدالت دپاره دربار کولاو شو، او کتابونه کولاو کړے شول.</verse>
				<verse number="11">ورته مې هم هغه شان کتل ځکه چې هغه ورکوټے ښکر د کبر نه ډکې خبرې کولې. تر هغې پورې مې ورته کتل چې هغه څلورم ځناور مړ کړے شو او د دۀ لاش تباه او بَل شوى اور ته وغورزولے شو.</verse>
				<verse number="12">د هغه نورو درېو واړو ځناورو نه قدرت واخستلے شو، خو هغوئ ته د لږ وخت دپاره د ژوندى پاتې کېدلو اجازت مِلاو شو.</verse>
				<verse number="13">نو په هم هغه شپه کښې ما په خپله رويا کښې وليدل، چې هلته زما په وړاندې يو کس لکه د اِبن آدم په شان وو، چې د آسمان د وريځو سره راروان وو. او هغه ازلى ذات ته ورورسېدو او د هغۀ حضور ته حاضر کړے شو.</verse>
				<verse number="14">هغۀ ته اختيار، جلال او شاهى طاقت ورکړے شو، د ټولو قومونو، ذاتونو او ژبو خلقو د هغۀ عبادت وکړو. د هغۀ بادشاهى ابدى او نۀ ختمېدونکې ده، د هغۀ بادشاهى به هيڅ کله تباه نۀ شى.</verse>
				<verse number="15">زۀ دانيال، د هغه هر څۀ په حقله پرېشانه وم څۀ چې ما ليدلى وُو، او زما رويا زۀ ويرولم.</verse>
				<verse number="16">نو بيا زۀ هغه ولاړو کسانو ته چې هلته تخت سره نزدې وُو يو له ورغلم او تپوس مې ترې نه وکړو چې د دې هر څۀ مطلب څۀ دے. نو هغۀ ما ته د دې تعبير څۀ داسې وکړو،</verse>
				<verse number="17">دا څلور ځناور څلور بادشاهۍ دى چې د زمکې نه به راوچتې شى.</verse>
				<verse number="18">خو په آخر کښې به د خُدائ تعالىٰ مقدسو خلقو ته بادشاهى مِلاو شى، او هغوئ به په هغې باندې تر ابده پورې بادشاهى کوى.</verse>
				<verse number="19">نو بيا ما غوښتل چې د څلورم ځناور په حقله صحيح مطلب باندې ځان پوهه کړم، کوم چې د نورو ټولو نه مختلف او يروونکے وو. او غاښونه يې د اوسپنې او د پښو پنجې يې د زېړو وې، هغه ځناور چې خپل ښکارونه يې ريچې ريچې کړل او تير يې کړل او څۀ چې ترې نه پاتې شول هغه يې د پښو لاندې کړل.</verse>
				<verse number="20">ما هم غوښتل چې د هغۀ په سر د هغه لسو ښکرونو په حقله معلومات حاصل کړم، د هغه بل ښکر په حقله کوم چې راوختلو، د کوم د راختلو نه مخکښې چې هغه درې وغورزېدل، هغه ښکر چې د نورو نه بيا غټ ښکارېدو او چې سترګې يې د انسان په شان وې، او د دې خولې د کبر خبرې کولې.</verse>
				<verse number="21">کله چې ما دا هر څۀ کتل، نو دې ښکر د مقدسينو خلاف جنګ وکړو او هغوئ ته يې شکست ورکولو،</verse>
				<verse number="22">ترڅو چې هغه ازلى ذات راغلو او د خُدائ تعالىٰ د مقدسينو په حق کښې يې د عدالت اعلان وکړو. او بيا هغه وخت راغلو چې هغوئ ته بادشاهى مِلاو شوه.</verse>
				<verse number="23">نو بيا هغۀ ما ته ووئيل چې، دا څلورم ځناور هغه د دُنيا څلورمه بادشاهى ده کومه چې به په زمکه راښکاره شى. دا به د نورو ټولو بادشاهتونو نه مختلفه وى او دا به ټوله زمکه تيره کړى، او د پښو لاندې او ريچې ريچې به يې کړى.</verse>
				<verse number="24">هغه لس ښکرونه لس بادشاهان دى څوک چې به د دې بادشاهۍ نه راشى. د دوئ نه وروستو به يو بل بادشاه پېدا شى، هغه به د مخکښېنو نه مختلف وى، هغه به درې بادشاهان ختم کړى.</verse>
				<verse number="25">هغه به د خُدائ تعالىٰ خلاف خبرې کوى او د هغۀ په مقدسينو به ظلم وکړى، شريعت او د اخترونو مقرر وخت د بدلولو کوشش به وکړى. مقدسين به هغۀ ته د درې نيمو کالو دپاره حواله شى.</verse>
				<verse number="26">خو بيا به د هغۀ خلاف عدالت شروع شى، او د هغۀ نه به حکومت واخستلے شى او هغه به هم په مکمل توګه تباه شى.</verse>
				<verse number="27">نو بيا به د آسمان لاندې د ټولو بادشاهتونو حکومت، طاقت او لوئى هغه ايماندارانو ته حواله شى چې د خُدائ تعالىٰ خلق دى. د هغۀ بادشاهى به ابدى وى، او ټول حکمرانان به د هغۀ عبادت او تابعدارى وکړى.</verse>
				<verse number="28">دا خبره دلته ختمه شوه. زۀ دانيال په خپلو خيالونو کښې پرېشانه وم او زما مخ د يرې نه تک زېړ وو، خو دا خبره ما خپل ځان سره محفوظه وساتله.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">د بيلشضر بادشاه د بادشاهۍ په درېم کال، ما دانيال بله رويا وليده، د هغې رويا نه وروستو کومه چې ما مخکښې ليدلې وه.</verse>
				<verse number="2">په رويا کښې ما خپل ځان د سوسه قلعه په خوا کښې د عيلام په صوبه کښې د اولائى نِهر په غاړه ولاړ وليدلو.</verse>
				<verse number="3">ما وکتل چې هلته زما د وړاندې يو د دوو ښکرو والا ګډ د نِهر په غاړه ولاړ وو، او ښکرونه يې اوږدۀ وُو. او يو ښکر يې د بل نه اوږد وو خو دا وروستو لوئ شوے وو.</verse>
				<verse number="4">نو ما وليدل چې هغه ګډ د مغرب او شمال او جنوب طرف ته يې ښکرونه وهل. او يو ځناور هم د هغۀ مقابله نۀ شوه کولے، او هيچا څوک هم د هغۀ د زور نه خلاصولے نۀ شُو. څۀ چې يې زړۀ غوښتل هغه يې کول، هغه ډېر طاقتور شو.</verse>
				<verse number="5">کله چې ما د دې په حقله سوچ کولو، نو ناڅاپه يو چېلے چې د سترګو په مينځ کښې يې مضبوط ښکر وو د مشرق طرف نه راغلو، هغه زمکې سره د لګېدو نه بغېر د ټولې دُنيا نه راواوړېدو.</verse>
				<verse number="6">هغه د هغه دوو ښکرو والا ګډ له کوم چې ما د نِهر په غاړه ليدلے وو په تېزه او غصه ورغلو.</verse>
				<verse number="7">ما هغه وليدو چې په هغه ګډ يې په ډيرې غصې سره حمله وکړه، هغه ګډ يې لاندې راوغورزولو او د هغۀ دواړه ښکرونه يې ټوټه ټوټه کړل. د هغۀ په نسبت هغه ډېر کمزورے وو چې د هغۀ مقابله يې کړے وے، چېلى هغه لاندې په زمکه راوغورزولو او د پښو لاندې يې کړو، او چا هم هغه ګډ د هغۀ د زور نه بچ کولے نۀ شو.</verse>
				<verse number="8">چېلے ډېر زورَور شو، خو د خپل طاقت آخرى حد ته په رسېدلو باندې د هغۀ لوئ ښکر مات شو، او د دې په ځائ څلور اوچت ښکرونه راوختل چې مخ يې د زمکې څلورو خواو ته وو.</verse>
				<verse number="9">په هغې کښې د يو ښکر نه بل راووتلو، چې په شروع کښې ورکوټے وو خو هغه د جنوب او مشرق طرف ته او د اِسرائيل د ښائسته مُلک طرف ته اوږد او طاقتور شو.</verse>
				<verse number="10">دا دومره غټ شو چې آسمانى لښکرو ته ورسېدو، او هغۀ څۀ آسمانى لښکر او ستورى لاندې راوغورزول او د پښو لاندې يې کړل.</verse>
				<verse number="11">هغۀ خپل ځان د آسمانى لښکرو د شهزاده په شان دومره اوچت وګڼلو، او هغۀ ته د روزانه قربانۍ پېش کول يې ختم کړل او د مالِک خُدائ کور يې پليت کړو.</verse>
				<verse number="12">ځکه د سرکشۍ په وجه، آسمانى لښکرې او روزمره قربانى د ښکر قدرت ته ورکړے شُو. او هغه د هر کار په کولو کښې کامياب شو او حقيقت زمکې ته وغورزولے شو.</verse>
				<verse number="13">نو بيا ما واورېدل چې يوې مقدسې فرښتې خبرې کولې او بلې مقدسې فرښتې ورته وفرمائيل چې، ”دا کارونه به ترڅو پورې جارى وى کوم چې په رويا کښې وليدلے شُو؟ ترڅو پورې به دا ګناه د روزمره قربانۍ په بدله کښې کيږى؟ ترڅو پورې به آسمانى لښکرې او د مالِک خُدائ کور د پښو لاندې کيږى؟“</verse>
				<verse number="14">بيا فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا به تر دوه زره او درې سوه ماښامونو او سحرونو پورې وخت واخلى، او د هغې نه وروستو به د مالِک خُدائ کور دوباره مقدس کړے شى.“</verse>
				<verse number="15">کله چې ما دانيال دا رويا کتله او په دې د پوهېدلو کوشش مې کولو، نو زما په وړاندې څوک ودرېدو چې لکه د انسان غوندې ښکارېدو.</verse>
				<verse number="16">او ما د اولائى نِهر د غاړې نه د يو سړى آواز واورېدو چې وې فرمائيل، ”اے جبرائيله، دې سړى ته د دې رويا مطلب ووايه.“</verse>
				<verse number="17">کله چې هغه ما ته نزدې راغلو چرته چې زۀ ولاړ وم، نو زۀ وويرېدلم او پړمخې په زمکه پرېوتلم. هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، په دې پوهه شه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے.“</verse>
				<verse number="18">کله چې هغۀ ما ته خبرې کولې، زۀ بې‌هوشه وم، په زمکه پړمخې پروت وم. بيا هغۀ زۀ ونيولم او په خپلو پښو يې ودرولم.</verse>
				<verse number="19">بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”زۀ د دې دپاره راغلم چې تا ته ووايم چې وروستو د غضب په وخت کښې به څۀ وشى، ځکه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے.</verse>
				<verse number="20">کوم د دوو ښکرو ګډ چې تا وليدو دا د مادى او فارس د بادشاهانو نمائندګى کوى.</verse>
				<verse number="21">دا وېښتو والا چېلے د يونان بادشاه دے، او هغه د سترګو په مينځ کښې لوئ ښکر اولنے بادشاه دے.</verse>
				<verse number="22">هغه څلور ښکرونه کوم چې د هغۀ يو مات شوى ښکر په ځائ راوتلو د دې مطلب دا دے چې د اول بادشاهۍ نه به څلور نورې بادشاهۍ جوړې شى خو يو به هم دومره زور طاقت نۀ لرى.</verse>
				<verse number="23">د دوئ د بادشاهۍ په آخرى ورځو کښې کله چې د دې سرکشى او بدکارى آخرى حد ته ورسيږى، نو يو ظالم او ماهر مکار بادشاه به راوچت شى.</verse>
				<verse number="24">هغه به ډېر طاقتور شى، خو دا به د دۀ خپل طاقت نۀ وى. هغه به د حېرانونکى تباهۍ سبب شى او څۀ چې هغه کوى په هغې کښې به کامياب شى. هغه به زورَور خلق او د ايماندارانو قوم تباه کړى. ‏</verse>
				<verse number="25">د دوکې په سبب به هغه کامياب شى، او هغه به خپل ځان اوچت وګڼى. کله چې هغوئ ځان محفوظ وګڼى، هغه به ناګهانه ډېر خلق تباه کړى او د شهزادګانو د شهزاده خلاف به راپاڅى. خو بيا به هغه تباه شى، خو دا نه چې د انسان په طاقت.</verse>
				<verse number="26">د ماښامونو او سحرونو د قربانيانو کومه رويا چې تا ته ښودلے شوې ده هغه حقيقى ده، خو دا رويا پټه وساته، ځکه چې دا د ډېر لرې مستقبل په حقله ده.“</verse>
				<verse number="27">زۀ دانيال، ډيرې ورځې خفه او بيمار وم. بيا زۀ پاڅېدم او د بادشاه کارونو له واپس لاړم. زۀ د دې رويا په وجه خفه وم، دا د پوهې نه بهر وه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">د مادى د اخسويرس د زوئ داريوس د بادشاهۍ په اول کال څوک چې د بابليانو بادشاه جوړ شو،</verse>
				<verse number="2">د هغۀ د بادشاهۍ په اول کال، زۀ دانيال د مقدسو صحيفو نه پوهه شوم، د مالِک خُدائ د هغه کلام په مطابق چې هغۀ يرمياه نبى له ورکړے وو، چې يروشلم به د اويا کاله پورې وران وى.</verse>
				<verse number="3">نو بيا زۀ مالِک خُدائ ته راوګرځېدم او هغۀ ته مې مِنت زارى وکړه او روژه مې ونيوله، او ما د ټاټ جامې واغوستلې او په خپل ځان مې ايره ونوستله.</verse>
				<verse number="4">ما خپل مالِک خُدائ نه دُعا وغوښتله او اقرار مې وکړو، ”اے مالِکه، تۀ لوئ او حېرانونکے خُدائ يې، څوک چې د خپلې مينې وعده د هغوئ سره قائمه ساتى څوک چې تا سره مينه کوى او ستا حُکمونه منى،</verse>
				<verse number="5">مونږ ګناه کړې ده او غلط کارونه مو کړى دى. مونږ بدعملى کړې ده او سرکشى مو کړې ده، مونږ ستا د احکاماتو او شريعت نه مخ اړولے دے.</verse>
				<verse number="6">مونږ ستا خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته غوږ ونۀ نيولو، چا چې ستا په نوم زمونږ بادشاهانو، زمونږ شهزادګانو او پلار نيکونو، او زمونږ د مُلک ټولو خلقو ته خبرې وکړې.</verse>
				<verse number="7">مالِکه، تۀ صادق يې، خو نن ورځ مونږ د يهوداه او يروشلم او د ټول بنى اِسرائيل خلق، نزدې او لرې شرمنده يو، په هغه ټولو مُلکونو کښې چرته چې تا مونږ د خپلو غدارى په وجه خوارۀ کړى يُو.</verse>
				<verse number="8">اے مالِکه خُدايه، مونږ او زمونږ بادشاهان، زمونږ شهزادګان او زمونږ پلار نيکونه په شرمونو شرمنده يُو ځکه چې مونږ ستا خلاف ګناه کړې ده.</verse>
				<verse number="9">خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مهربانه او بخښونکے دے، اګر چې مونږ د هغۀ خلاف بغاوت کړے دے،</verse>
				<verse number="10">مونږ د خپل مالِک خُدائ تابعدارى نۀ ده کړې او د هغۀ هغه حُکمونه مو نۀ دى منلى کوم چې هغۀ مونږ ته د خپل خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه راکړل.</verse>
				<verse number="11">ټولو بنى اِسرائيلو ستا د شريعت خلاف ورزى کړې ده، مخ يې ترې نه اړولے دے او ستا د منلو نه يې اِنکار کړے دے. نو په دې وجه هغه لعنتونه او قسم خوړلے شوى افتونه چې د خُدائ پاک د خِدمت کوونکى موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى په مونږ نازل شول، ځکه چې مونږ ستا خلاف ګناه کړې ده.</verse>
				<verse number="12">تا په مونږ د افت راوستلو په ذريعه څۀ چې دې زمونږ د بادشاهانو په خلاف فرمائيلى وُو هغه دې پوره کړل. د آسمان د لاندې هيڅکله هم داسې افتونه نۀ دى راغلى لکه څنګه چې په يروشلم راغلل.</verse>
				<verse number="13">څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى، هغه ټول افتونه په مونږ نازل شوى دى، بيا اوس هم مونږ د خپل مالِک خُدائ د رضا حاصلولو دپاره د خپلو ګناهونو نه اوړېدلى نۀ يُو او نۀ مو ستا په حقيقت غور کړے دے.</verse>
				<verse number="14">نو مالِک خُدائ هم په مونږ د افت راوستلو څۀ پرواه ونۀ کړه، ځکه چې زمونږ مالِک خُدائ په خپلو ټولو کارونو کښې صادق دے، خو بيا هم مونږ د هغۀ تابعدارى ونۀ کړه.</verse>
				<verse number="15">اوس اے مالِکه زمونږ خُدايه، تا چا چې خپل خلق د مِصر نه په خپل زورَور لاس راوويستل او خپل نوم له دې عزت او جلال ورکړو چې تر ننه قائم دے، د دې باوجود هم مونږ ګناه وکړه، مونږ بدکارونه وکړل.</verse>
				<verse number="16">اے مالِکه، په خپلو کارونو کښې تۀ صادق يې، نو په دې وجه تۀ خپله سخته غصه او غضب د خپل ښار يروشلم، ستا مقدس غر نه لرې کړه. زمونږ ګناهونو او زمونږ د پلار نيکونو ګناهونو يروشلم او ستا خلق د ګېرچاپېره قومونو د خندا کړل.</verse>
				<verse number="17">نو اوس اے مالِکه خُدايه، د خپل خِدمت کوونکى زما دُعا او زارۍ ته غوږ ونيسه. اے مالِکه خُدايه د خپل نوم په خاطر خپل تباه شوى پاک کور ته د رحم په نظر وګوره.</verse>
				<verse number="18">اے خُدايه، غوږ ونيسه او واوره، خپلې سترګې کولاو کړه او هغه کنډر شوے ښار وګوره چې ستا په نوم پورې تړلے شوے دے. مونږ تا ته سوال زارى د دې دپاره نۀ کوُو چې مونږ صادقان يُو، خو ځکه چې تۀ ډېر مهربانه يې.</verse>
				<verse number="19">اے مالِکه واوره، اے خُدايه مونږ معاف کړه. اے مالِکه زمونږ واوره او عمل پرې وکړه. اے زما خُدايه د خپل ځان د خاطره دې مۀ ايسارېږه، ځکه چې ستا ښار او ستا قوم ستا په نوم پورې تړلے شوى دى.“</verse>
				<verse number="20">نو چې کله ما خبرې او دُعا کوله او د خپلې ګناه او زما د قوم د بنى اِسرائيلو د ګناه اقرار مې کولو او خپل مالِک خُدائ ته مې د هغۀ د مقدس غر دپاره زارى کوله،</verse>
				<verse number="21">ما لا دُعا کوله چې جبرائيل، هغه سړے چې ما مخکښې په رويا کښې ليدلے وو ما له په تېزۍ سره راغلو، د ماښام د قربانۍ وخت وو.</verse>
				<verse number="22">هغۀ زۀ پوهه کړم او ما ته يې وفرمائيل، ”اے دانياله، زۀ اوس راغلم چې تا له پوهه او حکمت درکړم.</verse>
				<verse number="23">څنګه چې تا دُعا شروع کړه نو هغې ته جواب ورکړے شو، زۀ د هغې وئيلو دپاره تا له راغلم ځکه چې تۀ ډېر قدرمند يې. په دې وجه دې پېغام ته په خيال سره غوږ شه او په رويا ځان پوهه کړه.</verse>
				<verse number="24">اويا وارې اووۀ کاله ستا قوم او ستا مقدس ښار دپاره مقرر شوى دى چې په کښې خپله سرکشى ختمه کړئ، او ګناه بنده کړئ، د بدعملۍ کفاره ورکړئ، نۀ ختمېدونکے صداقت قائم کړئ، د پېغمبرى رويا او پېشګوئې تصديق وکړئ او چې د ټولو نه مقدس ځائ مسح کړئ.</verse>
				<verse number="25">په دې غور وکړئ او ځان پرې پوهه کړئ. دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله به تير شى د کوم وخت نه چې د يروشلم د بيا جوړولو حُکم ورکړے شوے دے ترڅو چې مالِک خُدائ مسح کړے شوے بادشاه راشى. يروشلم به سره د کوڅو او حِفاظتى خندقونو جوړ کړے شى، خو کۀ څۀ هم چې په يروونکى وخت کښې وى.</verse>
				<verse number="26">د دې دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله نه وروستو به مسح کړے شوے کس قتل کړے شى او هغۀ سره به څۀ نۀ وى. نو په هغه وخت کښې به بيا بل حکمران راوچت شى د چا لښکرې به چې دا ښار او د خُدائ کور تباه کړى. د دې خاتمه به لکه د سېلاب راشى، او د جنګ او د هغې بدبختى به د آخر پورې جارى وى، او د هغې تباهۍ حکم جارى شوے دے.</verse>
				<verse number="27">هغه حکمران به د اووۀ کالو دپاره د ډېرو خلقو سره لوظ وکړى او د دې وخت په نيمه کښې به هغه قربانۍ او نذرانې ختمې کړى. او د مالِک خُدائ د کور په اوچت ځائ به يو داسې ناپاکه بُت کېږدى چې تباهى به راولى. او تر هغې پورې به هلته وى ترڅو چې خُدائ پاک هغه خپل اَنجام ته ورسوى کوم چې ورته هغۀ مقرر کړے دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">د فارس د بادشاه خورس د بادشاهۍ په درېم کال ما دانيال ته چې راته بيلطشضر هم وئيل کېدو يوه رويا راکړے شوه. د دې پېغام حقيقت وو او دا د يو لوئ جنګ په حقله وه. د رويا په وسيله زۀ په دې پېغام پوهه شوم.</verse>
				<verse number="2">کله چې دا رويا ما وليده نو په هغه وخت کښې ما دانيال د درې هفتو نه ماتم کولو.</verse>
				<verse number="3">ما نۀ ښۀ خوراک کړے وو،نۀ مې غوښه او نۀ مې مے خپلو شونډو ته نزدې کړى وُو، او ما د درېو هفتو د تېرېدو پورې د سر تېل هم استعمال کړى نۀ وو.</verse>
				<verse number="4">د وړومبۍ مياشتې په څليريشتمه ورځ، کله چې زۀ د دجله د لوئ سيند په غاړه ولاړ وم،</verse>
				<verse number="5">هر کله چې ما بره وکتل نو ځان ته مخامخ مې يو سړے وليدو چې د سپين کتان جامې يې اغوستې وې، او د ملا نه يې د سوچه سرو زرو ملابند تړلے وو.</verse>
				<verse number="6">د هغۀ بدن د ايکوامرين کاڼى په شان وو، د هغۀ مخ لکه د برېښنا په شان ځلېدو، د هغۀ سترګې لکه د مشعلونو په شان بلېدلې، د هغۀ لاسونه او پښې لکه د زېړو په شان ځلېدل، او د هغۀ آواز لکه د لوئ ګڼې د شور په شان وو.</verse>
				<verse number="7">صرف ما دانيال، دا رويا وليده، ما سره نورو سړو دا ونۀ ليده، خو بيا هم هغوئ داسې وحشت واخستل چې وتښتېدل او ځانونه يې پټ کړل.</verse>
				<verse number="8">نو زۀ يواځې پاتې شوم چې دا عظيمه رويا وګورم. په ما کښې طاقت پاتې نۀ شو، زما رنګ د مړى په شان تک زېړ شو او بې‌دمه شوم.</verse>
				<verse number="9">نو بيا ما واورېدل چې هغۀ خبرې کولې، او څنګه چې ما هغۀ ته غوږ ونيولو، زۀ بې‌هوشه شوم، په زمکه پړمخې پرېوتلم.</verse>
				<verse number="10">بيا يو لاس زۀ راونيولم او په خپل ځائ يې په لړزېدو سره په ګوډو کړم.</verse>
				<verse number="11">هغۀ وفرمائيل، ”اے دانياله، تۀ خُدائ پاک ته ډېر ګران يې، کومې خبرې چې زۀ تا ته کوم هغې ته غوږ ونيسه، او پاڅه ودرېږه، ځکه چې زۀ تا له رالېږلے شوے يم.“ او کله چې هغۀ ما ته دا وفرمائيل، نو زۀ په لړزېدو سره ودرېدلم.</verse>
				<verse number="12">بيا هغۀ خبره جارى وساتله، ”اے دانياله مۀ يرېږه. د وړومبۍ ورځې نه کله چې تا خپل سوچ دې ته تيار کړو چې پوهه حاصله کړې او د خُدائ پاک په وړاندې دې خپل ځان عاجز کړو، نو ستا دُعا قبوله شوه، او زۀ د هغې په جواب کښې راغلے يم.</verse>
				<verse number="13">خو د فارس سلطنت روحانى شهزاده تر يوويشت ورځو پورې زما مخه ونيوله. بيا ميکائيل چې د فرښتو سردار دے، زما مدد کولو له راغلو ځکه چې زۀ د فارس بادشاه سره ګېر شوے وم.</verse>
				<verse number="14">زۀ اوس راغلے يم چې تاسو ته دا تشريح کړم چې په راتلونکى وخت کښې به ستا خلقو سره څۀ کيږى، ځکه چې د دې رويا تعلق د راتلونکى وخت سره دے.“</verse>
				<verse number="15">کله چې هغۀ ما ته دا خبرې کولې نو ما لاندې زمکې ته کتل او ګونګا شوے وم.</verse>
				<verse number="16">نو بيا يو لکه د انسان په شان ښکارېدو هغۀ زما شونډې مسح کړې، او ما خپله خوله کولاو کړه او خبرې مې شروع کړې. ما هغه چا ته څوک چې زما په وړاندې ولاړ وو وئيل، ”مالِکه، زۀ د دې رويا په وجه اندېښنو راګېر کړے يم او په ما کښې زور ختم شوے دے.</verse>
				<verse number="17">زۀ ستا نوکر څنګه تا سره خبرې وکړم، اے زما مالِکه؟ زما زور ختم شوے دے او ساه مې ځى راځى.“</verse>
				<verse number="18">نو هغه څوک چې د بنى آدم په شان ښکارېدو زۀ يې بيا مسح کړم او ما له يې طاقت راکړو.</verse>
				<verse number="19">هغۀ وفرمائيل، ”اے خُدائ پاک ته، ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.“</verse>
				<verse number="20">نو بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”تا ته پته ده چې زۀ ولې تا له راغلے يم؟ زۀ به زر د فارس د شهزاده خلاف جنګ له واپس لاړ شم، او څنګه چې زۀ لاړ شم، د يونان شهزاده به راشى،</verse>
				<verse number="21">خو زۀ به اول تا ته هغه څۀ ووايم چې څۀ د حقيقت په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. د دوئ خلاف هيڅ څوک هم زما مدد نۀ کوى بغېر د ميکائيل ستاسو د شهزاده نه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">او د داريوس ميدى د بادشاهۍ په اول کال، زۀ ودرېدلم چې هغه مضبوط او تکړه کړم.</verse>
				<verse number="2">نو بيا اوس، زۀ تاسو ته رښتيا وايم. په فارس کښې به نور درې بادشاهان راوچت شى، او بيا به څلورم بادشاه راشى، څوک چې به د هغوئ ټولو نه زيات مالداره وى. هغۀ د خپل دولت په ذريعه طاقت حاصل کړے دے، نو هغه به هر څوک د يونان د حکومت په خلاف راوچت کړى.</verse>
				<verse number="3">نو بيا به يو زورَور بادشاه راشى او هغه به په لوئ اختيار سره بادشاهى کوى او هر څۀ چې يې زړۀ غواړى هغه به وکړى.</verse>
				<verse number="4">خو د هغۀ د ښکاره کېدو نه وروستو به د هغۀ بادشاهى ټوکړې ټوکړې شى، او دا به په څلورو حِصو تقسيم شى. دا به د دۀ اولاد ته پاتې نۀ شى، او نۀ به بيا هغه داسې طاقتوره وى لکه څنګه چې اول وه، ځکه د دۀ بادشاهى به د بېخ نه ختمه شى او نورو ته به حواله کړے شى.</verse>
				<verse number="5">د جنوب بادشاه به مضبوط شى، خو د هغۀ يو آفسر به د هغۀ نه زيات مضبوط شى او هغه به د هغۀ نه په زيات طاقت سره په خپلو خلقو حکومت کوى.</verse>
				<verse number="6">څو کاله پس به د جنوب او د شمال بادشاه په خپلو کښې اِتحاد جوړ کړى. د جنوب د بادشاه لور به د شمال بادشاه ته د اِتحاد جوړولو دپاره وادۀ کړے شى، خو هغه به په خپل خاوند اثر رسوخ ونۀ ساتلے شى هغه او د هغې اثر رسوخ به ختم شى. نو هغه به بيا سره د خپل پلار او شاهى خِدمت کوونکو ووژلے شى.</verse>
				<verse number="7">نو بيا به د هغې د خاندان نه يو کس راوچت شى چې د هغې ځائ ونيسى. او هغه به د شمال د بادشاه په فوج حمله وکړى او هغه قلعه ګانو ته به ننوځى، هغه به د هغوئ خلاف جنګ وکړى او کامياب به شى.</verse>
				<verse number="8">هغه به د هغوئ معبودان، د هغوئ د پيتلو بُتان او د هغوئ قيمتى د سپينو او سرو زرو سامان قبضه کړى او ځان سره به يې مِصر ته يوسى. او د څو کالو پورې به هغه د شمال په بادشاه حمله ونۀ کړى.</verse>
				<verse number="9">بيا به د شمال بادشاه د جنوب د بادشاه په سلطنت حمله وکړى خو هغه به واپس شى او خپل مُلک ته به لاړ شى.</verse>
				<verse number="10">د هغۀ زامن به د جنګ دپاره تيار شى او يو لوئ لښکر به جوړ کړى، دا به لکه د سېلاب غوندې وى او جنګ به د هغۀ قلعه ګانو ته ورورسوى.</verse>
				<verse number="11">بيا به د جنوب بادشاه په غصه کښې راوځى او د شمال د بادشاه په خلاف به جنګ وکړى، څوک چې به لوئ لښکر تيار کړى خو هغوئ به هم شکست وخورى.</verse>
				<verse number="12">کله چې فوج تباه شى نو د جنوب بادشاه کښې به غرور راشى او هغه به په زرګونو خلق مړۀ کړى، خو هغه به د ډېر وخت پورې کامياب نۀ شى.</verse>
				<verse number="13">ځکه چې د شمال بادشاه به بل لښکر راغونډ کړى، د وړومبى لښکر نه به غټ وى، او يو څو کاله پس به هغه د يو لوئ لښکر سره په هر قسمه وسلو سمبال راشى.</verse>
				<verse number="14">په هغه وخت کښې به ډېر خلق د جنوب د بادشاه خلاف راپاڅى. ستا د قوم پارېدلى خلق به د رويا په پوره کېدو کښې بغاوت وکړى، خو هغوئ به کامياب نۀ شى.</verse>
				<verse number="15">نو بيا به د شمال بادشاه راشى او قلعه بند ښار د قبضه کولو دپاره به د خاورو ډيرى جوړ کړى. د جنوب فوجيان به دوئ ايسارولے نۀ شى، تر دې چې د ټولو نه ښۀ او زورَور فوجيان به هم د هغوئ مقابله نۀ شى کولے.</verse>
				<verse number="16">حمله کوونکے بادشاه به هم هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى، څوک به د هغۀ خلاف نۀ شى ودرېدلے. هغه به ځان په ښائسته مُلک کښې آباد کړى او هغۀ سره به د هغې د تباه کولو اختيار وى.</verse>
				<verse number="17">هغه به يوه منصوبه جوړه کړى چې د خپل ټول سلطنت د زور سره راشى او هغه به د جنوب د بادشاه سره اِتحاد وکړى. او خپله لور به هغۀ ته وادۀ کړى د دې دپاره چې سلطنت تباه کړى، خو د هغۀ منصوبه به کاميابه نۀ شى او نۀ به فائده ورکړى.</verse>
				<verse number="18">هغه به ساحلى علاقې خوا ته خپله توجو وګرځوى او په ډېرو علاقو به قبضه وکړى، خو د يو بل مُلک فوجى کمانډر به د هغۀ ګستاخانه رويه ختمه کړى او په شرمونو به يې وشرموى.</verse>
				<verse number="19">د دې نه پس به هغه خپل مُلک کښې خپلو قلعه ګانو ته واپس شى خو هغه به تيندک وخورى او وبه غورزيږى نو د هغۀ نام و نشان به پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="20">د هغۀ په ځائ به بل بادشاه راشى هغه به محصُول اخستونکى ولېږى چې شاهى شان و شوکت پرې وساتى. خو په لږو ورځو کښې به هغه تباه شى، خو نۀ د غصې په وجه او نۀ د جنګ په وجه.</verse>
				<verse number="21">د هغۀ په ځائ به يو بدعمله سړے بادشاه شى چې د بادشاهۍ حق به ورته نۀ وى حاصل. هغه به ناګهانه راښکاره شى، او په سلطنت به حمله وکړى، په چالاکۍ او ټګۍ سره به بادشاهۍ قبضه کړى.</verse>
				<verse number="22">د هغۀ په وړاندې به لوئ لښکر جارُو شى، هغه او مشر اِمام به تباه شى.</verse>
				<verse number="23">هغۀ سره د لوظ کولو نه پس به هغه د هغوئ سره دوکه وکړى او د لږو کسانو سره به هغه قدرت حاصل کړى.</verse>
				<verse number="24">ناګهانه به مالداره صوبې ونيسى نو هغه به په هغوئ حمله وکړى او هغه هر څۀ به حاصل کړى چې د هغوئ پلار نيکۀ نۀ وو حاصل کړى. هغه به غنيمت، لوټ شوے دولت په خپلو ملګرو کښې تقسيم کړى. هغه به د قلعه ګانو د قبضه کولو منصوبې جوړې کړى خو دا به د لږ وخت دپاره وى.</verse>
				<verse number="25">د يو لوئ لښکر سره به هغه زور ولګوى او په نرتوب به د جنوب بادشاه په خلاف جنګ وکړى. د جنوب بادشاه به هم د خپل لوئ او طاقتور لښکر سره جنګ وکړى، خو هغه به د شمال د بادشاه په وړاندې د هغه منصوبو په وجه ونۀ دريږى کومې يې چې د هغۀ په خلاف جوړې کړې دى.</verse>
				<verse number="26">هغوئ څوک چې د بادشاه روټۍ خورى هغوئ به د هغۀ د تباه کولو کوشش وکړى، د هغۀ لښکر به ختم شى، او ډېر به په جنګ کښې مړۀ کړے شى.</verse>
				<verse number="27">نو دواړه بادشاهان به د شېطانۍ نه ډکو زړونو سره په يو مېز کښېنى او يو بل ته به دروغ ووائى، خو يو به هم کامياب نۀ شى ځکه چې خاتمه به بيا هم په خپل مقرر وخت راشى.</verse>
				<verse number="28">د شمال بادشاه به ډېر دولت سره خپل مُلک ته واپس شى، خو د هغۀ زړۀ به د مقدس لوظ خلاف شى. هغه به دې ته نقصان ورسوى او بيا به خپل مُلک ته واپس لاړ شى. ‏</verse>
				<verse number="29">په مقرر وخت به هغه بيا په جنوبى مُلک حمله وکړى، خو دې ځل به يې نتيجه د مخکښې نه بدله وى.</verse>
				<verse number="30">د مغربى سمندر د غاړې کشتۍ به د هغۀ مخالف راشى، او هغه به زړۀ بائيلى. بيا به هغه واپس شى او خپله غصه به د مقدس لوظ په خلقو وباسى. هغه به واپس شى او په هغوئ به مهربان شى څوک چې مقدس لوظ هېروى.</verse>
				<verse number="31">د هغۀ لښکر به راشى چې د عبادتګاه بې‌حرمتى وکړى او روزانه قربانۍ به بندې کړى. هغوئ به هلته هغه ناپاکه بُت ودروى کوم چې به تباهى راولى.</verse>
				<verse number="32">بادشاه به په غوړو خبرو سره هغوئ دوکه کړى چا چې لوظ مات کړے دے، خو کوم خلق چې خپل خُدائ پاک پېژنى هغوئ به زورَور وى او د هغۀ مقابله به وکړى.</verse>
				<verse number="33">څوک چې هوښيار دى هغوئ به ډېرو ته صحيح تعليم ورکړى، خو د څۀ وخت دپاره به هغوئ په تُوره قتل کړے شى يا به وسوزولے شى يا به قېد کړے شى او يا به لوټ کړے شى.</verse>
				<verse number="34">کله چې هغوئ راپرېوځى ورته به صرف لږ مدد مِلاو شى، او ډېر چې مخلص نۀ دى ورسره به ملګرى شى.</verse>
				<verse number="35">څۀ هوښياران به قتل کړے شى، د دې دپاره چې د آخر وخت پورې صفا، خالص او بې‌داغه کړے شى ځکه چې مقرر وخت راتلونکے دے.</verse>
				<verse number="36">بادشاه به هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى. هغه به خپل ځان د هر معبود نه اوچت او لوئ ګڼى او د خُدائ پاک خلاف به هم کُفر وائى څوک چې د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے. هغه به کامياب شى تر هغه وخته چې د غضب وخت پوره شوے نۀ وى، ځکه څۀ چې وئيلے شوى دى هغه به پوره کيږى.</verse>
				<verse number="37">هغه به د خپل پلار نيکۀ معبودانو له عزت نۀ ورکوى او نۀ هغه معبود له کوم چې د ښځو خوښ دے، او نۀ به د يو معبود عزت کوى، خو هغه به خپل ځان د دې ټولو نه اوچت ګڼى.</verse>
				<verse number="38">د دې په ځائ به هغه د قلعه ګانو د معبود عزت وکړى، د هغه معبود کوم چې د دۀ پلار نيکۀ نۀ پېژندلو. هغه به د هغۀ عزت د سرو او سپينو زرو او قيمتى کاڼو او قيمتى تُحفو ورکولو سره وکړى.</verse>
				<verse number="39">هغه به د پردى معبود په مدد سره په مضبوطو قلعه ګانو حمله وکړى او د هغوئ به ډېر عزت کوى څوک چې د هغۀ حکومت منى. هغه به هغوئ په ډېرو خلقو حکمرانان مقرر کړى او په اجر کښې به په هغوئ زمکه تقسيم کړى.</verse>
				<verse number="40">په آخر وخت کښې به د جنوب بادشاه هغۀ سره په جنګ شى، او د شمال بادشاه به د هغۀ خلاف د جنګى ګا‌ډو او آسونو سوارو او ډېرو سمندرى کشتو سره راوځى. هغه به په ډېرو مُلکونو حمله وکړى او هغوئ به لکه د سېلاب غوندې ختم کړى.</verse>
				<verse number="41">هغه به په ښائسته مُلک حمله وکړى. ډېر مُلکونه به شکست وخورى، خو ادوم، موآب او د عمون مشران به د هغۀ د لاس نه بچ شى.</verse>
				<verse number="42">هغه به خپل حکومت په ډېرو مُلکونو ومنى، او مِصر به ترې هم خلاص نۀ شى.</verse>
				<verse number="43">هغه به د مِصر د سرو او سپينو خزانې او ټول دولت قبضه کړى، او ليبيا او ايتهوپيا به هم هغۀ ته تسليم شى.</verse>
				<verse number="44">خو بيا به د مشرق او شمال افواګانې هغه پرېشانه کړى، او هغه به په ډېره غصه کښې راوځى چې ډېر خلق تباه او نيست و نابود کړى.</verse>
				<verse number="45">هغه به شاهى خېمې د سمندر او د ښائسته مقدس غرۀ په مينځ کښې ولګوى. بيا هم به د هغۀ خاتمه راشى، او هيڅ څوک به د هغۀ مدد نۀ کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">په هغه وخت کښې به ميکائيل، د فرښتو لوئ سردار څوک چې ستا د قوم حفاظت کوى، راوچت شى. هغه به داسې د مصيبت وخت وى چې داسې به د قومونو د پېدايښت نه تر دې وخت پورې نۀ وى شوے. خو په هغه وخت کښې به ستا د قوم نه هغوئ بچ شى، د چا نوم چې د خُدائ پاک په کِتاب کښې ليکلے شوے وى.</verse>
				<verse number="2">نو بيا به هغه ګڼ خلق څوک چې په خاورو کښې پراتۀ دى راپاڅى، څوک به د ابدى ژوند دپاره، او څوک د رسوائى او ابدى شرم دپاره.</verse>
				<verse number="3">څوک چې هوښيار دى د نمر د شغلو په شان به ځليږى، او هغوئ څوک چې ډېرو خلقو ته د صداقت لارښودنه کوى، هغوئ به لکه د ستورو په شان د تل دپاره ځليږى.</verse>
				<verse number="4">خو تۀ اے دانياله، دا کلام بند کړه او تر آخرى زمانې پورې پرې مهر ولګوه. ډېر خلق به اخوا ديخوا ګرځى چې خپل عِلم کښې اضافه وکړى.“</verse>
				<verse number="5">بيا ما دانيال وکتل چې زما په وړاندې دوه نور سړى ولاړ وُو، يو د سيند په دې غاړه او بل پورې غاړه ولاړ وو.</verse>
				<verse number="6">په هغوئ کښې يو د هغه سړى نه تپوس وکړو چې د کتان جامې يې اغوستې وې، او څوک چې د اوبو په غاړه ولاړ وو، ”نو دا حېرانېدونکې خبرې به نور په څومره وخت کښې پوره شى؟“</verse>
				<verse number="7">د کتان د جامو والا سړى څوک چې د اوبو دپاسه وو هغۀ خپل دواړه لاسونه آسمان ته اوچت کړل او ما واورېدل چې هغۀ د ژوندى خُدائ پاک په نوم قسم وخوړو او وې فرمائيل، ”دا به د درې نيمو کالو پورې وى. کله چې په مقدسو خلقو ظلم ختم شى نو بيا به دا هر څۀ سر ته ورسيږى.“</verse>
				<verse number="8">ما دا هر څۀ واورېدل، خو پوهه پرې نۀ شوم. نو ما ترې تپوس وکړو، ”زما مالِکه، د دې ټولو خبرو به څۀ اَنجام وى؟“</verse>
				<verse number="9">نو هغۀ جواب راکړو، ”اے دانياله، په خپله لار په آرام سره لاړ شه، ځکه چې تر آخره وخته پورې به کلام بند شى او مهر به پرې لګېدلے وى.</verse>
				<verse number="10">ډېر به پاک، بې‌داغه او صفا کړے شى، خو بدعمله به بدعمله پاتې شى. يو بدعمله به پرې هم پوهه نۀ شى، خو هغوئ څوک چې هوښيار دى، هغوئ به پرې پوهه شى.</verse>
				<verse number="11">د کوم وخت نه چې د روزانه قربانۍ ختمې شوې دى او د تباهۍ ناپاکه بُت اېښودے شوے دے، د هغې نه به دولس سوه او نوى ورځې تېرې شى.</verse>
				<verse number="12">بختور دى هغوئ څوک چې ديارلس سوه او پينځۀ دېرش ورځو ختمېدو پورې صبر وکړى.</verse>
				<verse number="13">ترڅو چې ستا تعلق دے په خپله لار تر آخره لاړ شه. تۀ به وفات شې، نو تۀ به په آخرى ورځو کښې بيا راژوندے شې د دې دپاره چې خپل ميراث درته مِلاو شى.“</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="28">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">مالِک خُدائ دا پېغام د بيرى په زوئ هوسيع باندې په هغه وخت کښې نازل کړو کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو او يربعام د يوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.</verse>
				<verse number="2">کله چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سره د هوسيع په ذريعه اول ځل خبرې وکړې، نو هغۀ هوسيع ته وفرمائيل، ”لاړ شه او زناکارې ښځې سره وادۀ وکړه، او حراميان بچى پېدا کړه، ځکه چې قوم د مالِک خُدائ فرمانبردارى پرېښې ده او په داسې کولو سره مسلسل زنا کوى.“</verse>
				<verse number="3">نو هوسيع لاړو او جُمر د دِبلائم لور سره يې وادۀ وکړو، هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو.</verse>
				<verse number="4">نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل چې، ”په هغۀ باندې ”يزرعيل“ نوم کېږده، ځکه چې په لږ وخت کښې به زۀ د ياهُو بادشاه خاندان له سزا ورکړم، د هغه قتلونو انتقام به ترې نه واخلم کوم چې هغۀ په يزرعيل کښې کړى دى. او زۀ به د اِسرائيل بادشاهى هم ختمه کړم.</verse>
				<verse number="5">په هغه ورځ به زۀ د يزرعيل په وادۍ کښې د اِسرائيل د فوجى لښکرو طاقت ختم کړم.“</verse>
				<verse number="6">جُمر يو ځل بيا اُميدواره شوه او په دې ځل يې يوه لور پېدا شوه. او مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل، ”په هغې باندې ”لو‌رحامه“ يعنې په چا چې رحم نۀ دے شوے نوم کېږده، ځکه چې زۀ به نور په بنى اِسرائيلو باندې رحم نۀ کوم، او نۀ به زۀ هغوئ معاف کوم.</verse>
				<verse number="7">خو زۀ به د يهوداه په خلقو رحم کوم، زۀ به هغوئ د خپلو دشمنانو نه، نۀ په وسلو، او نۀ په لښکرو، نۀ په آسونو او نۀ په جنګى ګاډو، بلکې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په خپل زور او قدرت سره بچ کړم.“</verse>
				<verse number="8">کله چې جُمر خپله لور، لو‌رحامه د پيو نه منع کړه، نو هغه بيا اُميدواره شوه او دوېم زوئ يې پېدا شو.</verse>
				<verse number="9">نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل، ”په هغۀ باندې ”لو‌عمى“ يعنې زما قوم نۀ دے نوم کېږده، ځکه چې بنى اِسرائيل زما خلق نۀ دى او زۀ د هغوئ خُدائ پاک نۀ يم.“</verse>
				<verse number="10">خو يو وخت راتلونکے دے چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره شى او څوک به يې نۀ شمېرلے شى او نۀ به يې څوک ناپ کولے شى. نو بيا په هغه ځائ کښې چرته چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ هلته به هغوئ ته ووئيلے شى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ پاک بچى يئ.“</verse>
				<verse number="11">د يهوداه او اِسرائيل خلق به بيا په يو ځائ راغونډ شى او د ځان دپاره به يو مشر خوښ کړى. او هغوئ به په يو ځائ د جلاوطنۍ نه راواپس شى. نو دا به د يزرعيل دپاره يوه لويه ورځ وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">هغه وخت په خپلو وروڼو باندې ”عمى“ يعنې ”زما خلق“ او خپلو خوېندو باندې ”رحامه“ يعنې ”چې په چا رحم شوے وى“ نومونه کېږدئ.</verse>
				<verse number="2">”خپله مور اِسرائيل ورټئ ځکه چې هغه زما ښځه نۀ ده او زۀ د هغې خاوند نۀ يم. هغې ته ووايئ چې د خپل مخ نه د کنجرتوب پرده لرې کړى او هغه خوشبوئى لرې کړى چې د هغې سينې څرګندوى.</verse>
				<verse number="3">ګنې زۀ به هغه داسې بربنډه کړم لکه څنګه چې د پېدا کېدو په ورځ وه. زۀ به هغه د وچې او شاړې زمکې په شان کړم او د تندې د لاسه به يې ووژنم.</verse>
				<verse number="4">زۀ به د هغې په بچو رحم نۀ کوم، ځکه چې هغوئ حراميان دى.</verse>
				<verse number="5">او د هغوئ مور زنا کړې ده، د چا نه چې هغوئ پېدا دى هغوئ ډېر د شرم حرکتونه کړى دى. هغې وئيلى دى چې، ”زۀ به په خپلو عاشقانو پسې لاړه شم، ځکه چې هغوئ ما له خوراک، اوبۀ، وړۍ او د لټې جامې، د زيتُونو تېل او شراب راکوى.“</verse>
				<verse number="6">نو زۀ به هغه د ازغو په باړ کښې راګېره کړم او د هغې په لار کښې به يو دېوال جوړ کړم، چې د هغې نه خپله لاره ورکه شى.</verse>
				<verse number="7">هغه به په خپلو عاشقانو پسې منډې وهى خو هغه به نۀ شى وررسېدے. هغه به خپل عاشقان لټوى خو پېدا به يې نۀ کړى. نو بيا به هغه ووائى، ”زۀ خپل خاوند له واپس ورځم. مخکښې زما ژوند د اوس نه ډېر ښۀ وو.“</verse>
				<verse number="8">هغې ته پته نۀ وه چې زۀ هغه ذات يم چا چې هغې له غله، مے، د زيتُونو تېل او هغه ډېر سرۀ زر او سپين زر ورکړل. خو هغې هغه هر څۀ بعل بُت ته په عبادت کښې پېش کړل.</verse>
				<verse number="9">نو په دې وجه د لَو په وخت کښې به زۀ د هغې نه خپل د فصل او د انګورو د ميو نعمتونه واپس واخلم او کومه وړۍ او لټه چې ما ورکړې وه چې بربنډه نۀ شى هغه به ترې واخلم.</verse>
				<verse number="10">زۀ به د هغې د عاشقانو په وړاندې د هغې شرم ښکاره کړم او هيڅوک به يې زما نه نۀ شى بچ کولے.</verse>
				<verse number="11">زۀ به د هغې ټول اخترونه ختم کړم، زۀ به د هغې مياشتنۍ او د کال او د سبت د ورځې خوشحالۍ ختمې کړم او د هغې نور ټول اخترونه به ختم کړم.</verse>
				<verse number="12">زۀ به د هغې د انګورو بوټى او د اينځرو ونې تباه کړم، هغې به وئيل چې دا هغه ګټه ده چې ما له خپلو عاشقانو راکړې ده. زۀ به د هغې باغونه په ځنګل بدل کړم او ځنګلى ځناور به د دې مېوه خورى.</verse>
				<verse number="13">زۀ به هغې له د هغه ورځو په وجه سزا ورکړم کله چې هغې زۀ هېر کړم او بعل ته به يې خوشبويۍ سوزولې او والۍ او کالى به يې واچول او په خپلو عاشقانو پسې به روانه وه. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="14">خو زۀ به يو ځل بيا هغه رضا کړم. زۀ به هغه صحرا ته بوځم، او هلته به ورسره خوږې خبرې وکړم.</verse>
				<verse number="15">هغې له به د انګورو باغونه بيا ورکړم او د مصيبت وادۍ نه به د اُميد دروازه جوړه کړم. هغه به زما هغه شان خبره منى لکه چې په ځوانۍ کښې يې منله، چې کله د مِصر نه راووتله.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ فرمائى، نو په هغه ورځ به ما ته ”خپل خاوند“ ووائې او نور به ما ته ”مالِک بعل“ نۀ وائې.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې زۀ به د بعل معبودانو نومونه ستا د خولې نه لرې کړم، او بيا به هيڅکله د هغوئ د نومونو ذکر ستا په خولۀ نۀ وى.</verse>
				<verse number="18">په هغه وخت کښې به زۀ د ټولو ځنګلى ځناورو او د هوا مارغانو سره او په زمکه ښوئېدونکو ځناورو سره يو لوظ وکړم، نو هغوئ به زما خلقو ته نقصان نۀ رسوى. زۀ به د هغه مُلک نه د جنګ ټولې وسلې، تُورې او غشى لرې کړم او زما خلق به په امن او سکون سره ژوند تېروى.</verse>
				<verse number="19">زۀ به تا همېشه دپاره خپله ښځه جوړه کړم، او تا ته به صداقت، اِنصاف، نۀ ختمېدونکې مينه او رحم وښايم.</verse>
				<verse number="20">زۀ به په وفادارۍ سره تا خپله کړم، او بيا به تۀ ما وپېژنې چې زۀ مالِک خُدائ يم.</verse>
				<verse number="21">مالِک خُدائ فرمائى، په هغه وخت کښې به زۀ د آسمان واورم او وريځې به پېدا کړم، او آسمان به د زمکې واورى او باران به وۀ وروم.</verse>
				<verse number="22">زمکه به د غلې، انګورو او د زيتُونو د ونو واورى او تنده به يې مړه کړى، او دا ټول څيزونه به د يزرعيل وادۍ ته برکت ورکړى.</verse>
				<verse number="23">په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو يو تخم وکرم او ځان دپاره به يې زرغون کړم. زۀ به هغه خلقو ته خپل رحم وښايم په چا چې رحم نۀ دے شوے، او کوم خلق چې زما قوم نۀ وُو هغوئ ته به زۀ خپل قوم ووايم، او هغوئ به راته خُدائ پاک ووائى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شه او خپلې ښځې سره مينه کوه اګر چې هغه د خپل عاشق سره زنا کوى. تۀ به د هغې سره هغه شان مينه کوې لکه څنګه مينه چې زۀ د بنى اِسرائيلو سره کوم، اګر چې هغوئ نورو معبودانو ته اوړېدلى دى او بُتانو ته د کشمشو نذرانې پېش کول خوښوى.“</verse>
				<verse number="2">نو ما د هغې د مهر دپاره پينځلس د سپينو زرو سيکې او يو نيم سل کلو اوربشې ورکړې.</verse>
				<verse number="3">ما هغې ته ووئيل چې، ”تۀ به ډېره موده زما په کور کښې اوسېږې، او په دې دوران کښې به زنا نۀ کوې او هيچا سره به جنسى تعلق نۀ ساتې، ما سره هم نه.“</verse>
				<verse number="4">او د بنى اِسرائيلو به هم دغسې حال وى. تر ډېرې مودې به بادشاهان او آفسران نۀ لرى، نۀ به قربانۍ پېش کوى، نۀ به يې مقدسې ستنې وى او نۀ به يې اِمامان وى، او بُتان به هم ورسره نۀ وى.</verse>
				<verse number="5">د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. مالِک خُدائ د دې مُلک په اوسېدونکو اِلزام لګوى چې، ”په دې مُلک کښې نۀ وفا شته او نۀ په کښې مينه شته او دا خلق خپل خُدائ پاک نۀ پېژنى.</verse>
				<verse number="2">ښېرې، دروغ، قتلونه، غلاګانې او زناګانې عام شوې دى، او د قتلونو يوه سلسله روانه وى.</verse>
				<verse number="3">او په دې وجه مُلک غمژن دے، او د دې اوسېدونکى به مرګى حال شى. ځنګلى ځناور، مارغان تر دې چې کبان هم مړۀ کيږى.</verse>
				<verse number="4">هسې چا ته ګوته مۀ نيسئ او مۀ په بل چا د اِلزام لګولو کوشش کوئ. اے اِمامانو زما ګيله ستاسو نه ده.</verse>
				<verse number="5">تاسو په رڼا ورځ تيندکونه خورئ، او ستا پېغمبران هم تاسو سره د شپې تيندکونه خورى. زۀ به ستاسو مور يعنې بنى اِسرائيل تباه کړم.</verse>
				<verse number="6">زما خلق تباه دى ځکه چې هغوئ سره صحيح عِلم نشته. په دې سبب چې تاسو عِلم رد کړے دے، زۀ تاسو رد کوم چې تاسو به نور زما اِمامان نۀ يئ. او لکه چې تاسو د خپل خُدائ پاک شريعت هېر کړے دے زۀ به هم ستاسو اولاد له د اِمامانو جوړېدو عزت ورنۀ کړم.</verse>
				<verse number="7">څومره چې اِمامان زياتيږى نو دومره هغوئ زما خِلاف ګناه کوى. زۀ به د هغوئ عزت په بې‌عزتۍ بدل کړم.</verse>
				<verse number="8">هغوئ زما د خلقو د ګناه نذرانې خورى، هغوئ په دې لالچ کښې وى چې خلق ډېر ګناهونه وکړى.</verse>
				<verse number="9">اِمامانو او خلقو سره به يو شان سلوک کيږى، زۀ به اوس خلقو او اِمامانو دواړو له د هغوئ د بدو عملونو سزا ورکوم.</verse>
				<verse number="10">هغوئ به خوراک کوى خو بيا به هم اوږى وى. هغوئ به لکه د هغه کنجرو په شان وى خو د دې نه به ورته هيڅ نۀ حاصليږى، ځکه چې هغوئ مالِک خُدائ پرېښے دے او نورو معبودانو ته اوړېدلى دى.</verse>
				<verse number="11">مے کۀ زاړۀ وى او کۀ نوى وى نو دا دواړه زما د خلقو عقل خرابوى.</verse>
				<verse number="12">هغوئ خپلو د لرګى بُتانو سره مشوره کوى، د هغوئ خيال دا وى چې د هغوئ امسا هغوئ ته د راتلونکى وخت حال وئيلے شى. د هغوئ د بُت پرستۍ شوق هغوئ لکه د زناکاره ښځې په غلطه لار روان کړى دى. هغوئ زنا کړې ده چې خپل خُدائ پاک يې پرېښے دے.</verse>
				<verse number="13">د غرونو دپاسه هغوئ قربانۍ پېش کوى او هغوئ په غرونو د څېړۍ، چِنار او يا بل کوم بوټى لاندې ځکه خوشبويۍ سوزوى چې د دې سورے ډېر ښائسته وى. نو په نتيجه کښې ستاسو د لوڼو نه به کنجرې جوړې شى او ستاسو اِنږوريانې به زنا شروع کړى.</verse>
				<verse number="14">زۀ به ستاسو لوڼو له سزا نۀ ورکوم کله چې هغوئ کنجرتوب شروع کوى او نۀ به ستاسو اِنږوريانو له سزا ورکوم کله چې هغوئ زنا کوى. ځکه چې بنى اِسرائيليان سړى پخپله د کنجرو سره عياشى کوى کله چې هغوئ قربانۍ پېش کوى. چا رښتيا وئيلې دى چې، ”څوک چې عقل نۀ لرى نو هغه تباه شى.“</verse>
				<verse number="15">اے بنى اِسرائيله، اګر چې تۀ زنا کوې، خو يهوداه دې داسې ګناه نۀ کوى. په جِلجال يا په بيت‌آون کښې عبادت مۀ کوه او نۀ چې هلته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم وخورئ.</verse>
				<verse number="16">د ضدى سخى په شان بنى اِسرائيل ضدى دے. نو بيا مالِک خُدائ څنګه هغه د څران په لوئ مېدان کښې لکه د يو ګډورى په شان وڅروى؟</verse>
				<verse number="17">بنى اِسرائيل خپل ځان بُتانو ته حواله کړے دے، هغه پرېږدئ.</verse>
				<verse number="18">کله چې هغوئ ښۀ ډېر شراب وڅښى نو هغوئ د کنجرو سره په عېش عشرت کښې ډوب شى او د عزت په ځائ بې‌عزتى خوښه کړى.</verse>
				<verse number="19">هغوئ به داسې ورک شى لکه چې هوا يې يوسى او هغوئ به د خپلو قربانو په وجه په شرم وشرميږى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">”اے اِمامانو، دې ته غوږ ونيسئ. اے بنى اِسرائيلو واورئ، اے د شاهى خاندان خلقو توجو وکړئ. عدالت ستاسو خلاف فېصله کړې ده. ځکه چې تاسو د خلقو دپاره دام جوړ شوئ چې په مصفاه او تبور کښې مو د بُتانو عبادت کړے دے.</verse>
				<verse number="2">او په شِطيم کښې تاسو ژوره کنده کنستې ده، خو زۀ به تاسو ټولو له سزا درکوم.</verse>
				<verse number="3">زۀ بنى اِسرائيل ډېر ښۀ پېژنم، د دې بدى زما نه پټه نۀ ده. بنى اِسرائيلو کنجرتوب کړے دے چې زۀ يې پرېښے يم او هغه ناپاکه دے.“</verse>
				<verse number="4">د خلقو بد عملونه هغوئ ته دا اجازت نۀ ورکوى چې خپل خُدائ پاک ته واپس راوګرځى. ځکه چې د زنا عادت هغوئ په خپل قابو کښې اخستى دى او هغوئ مالِک خُدائ نۀ پېژنى.</verse>
				<verse number="5">د بنى اِسرائيلو غرور د هغوئ خِلاف ګواهى ورکوى. هغوئ به د خپلې ګناه په وجه راوغورزيږى او د يهوداه خلق به هم ورسره راوغورزيږى.</verse>
				<verse number="6">کله چې هغوئ خپلو رَمو او څاروو سره د مالِک خُدائ لټون له راځى، نو هغوئ به يې پېدا نۀ کړے شى ځکه چې هغۀ دوئ پرېښى دى.</verse>
				<verse number="7">هغوئ د مالِک خُدائ سره بې‌وفائى کړې ده، او حراميان بچى يې پېدا کړى دى. نو اوس به نوې مياشت هغوئ سره د جائيداد لواړ تېر کړى.</verse>
				<verse number="8">په جبعه کښې د جنګ دپاره بيګلې وغږوئ. په راما کښې د خبردارى دپاره آواز وکړئ. په بيت‌آون کښې جنګى نعره ووهئ. اے بنيامينيانو، تاسو مخکښې شئ مونږ درپسې يُو.</verse>
				<verse number="9">د عدالت ورځ راروانه ده او د اِسرائيل مُلک به تباه شى. اے بنى اِسرائيلو، زۀ دا اعلان کوم چې داسې به ضرور کيږى.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه آفسران داسې دى څوک چې د زمکې حدود زياتولو دپاره پولې بې‌ځايه کوى. نو زۀ به خپله غصه په هغوئ باندې لکه د سېلاب په شان نازله کړم.</verse>
				<verse number="11">په اِسرائيل به ظلم وشى او زما د فېصلې لاندې به چخڼى شى، ځکه چې هغۀ به په شوق د بې‌کاره بُتانو عبادت کولو.</verse>
				<verse number="12">زۀ به اِسرائيل داسې تباه کړم لکه چې چينجے وړۍ خورى. او يهوداه به لکه د سخا ډډ لرګى په شان کمزورے کړم.</verse>
				<verse number="13">کله چې اِسرائيل خپله بيمارى او يهوداه خپل زخمونه وليدل، نو اِسرائيل لاړل چې د اسور د لوئ بادشاه نه مدد وغواړى، خو هغۀ نۀ دوئ ته شفا ورکولے شوه او نۀ يې د دوئ د زخمونو علاج کولے شو.</verse>
				<verse number="14">زۀ به په اِسرائيل باندې لکه د ازمرى په شان او په يهوداه باندې لکه د تکړه ازمرى په شان حمله وکړم. زۀ به په خپله هغوئ ټوکړې ټوکړې کړم، زۀ به هغوئ راکاږم او هيڅ څوک به يې رانه خلاصولے نۀ شى.</verse>
				<verse number="15">زۀ به بيا خپل ځائ ته راواپس شم، ترڅو چې هغوئ خپله ملامتيا ومنى او ما ته راوګرځى. او چې کله په هغوئ مصيبت راشى نو هغوئ به زما سخت تلاش شروع کړى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">”راځئ، چې مالِک خُدائ ته راوګرځُو. هغۀ مونږ تيکه تيکه کړى يُو، خو اوس به هغه مونږ له شفا راکوى. هغۀ مونږ زخمى کړى يُو، خو اوس به هغه زمونږ د زخمونو مرهم پټۍ کوى.</verse>
				<verse number="2">په ډېر لږ وخت کښې به هغه مونږ بحال کړى او په لږ وخت کښې به شفا راکړى او داسې به مونږ د هغۀ په حضور کښې ژوند تېروو.</verse>
				<verse number="3">راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو. هغه به يقيناً مونږ له داسې راځى لکه څنګه چې هر سحر نمر راخېژى، لکه څنګه چې د ژمې باران وريږى، لکه څنګه چې د سپرلى باران زمکه اوبۀ کوى.“</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ فرمائى، ”اے اِسرائيله او يهوداه، زۀ تاسو سره څۀ وکړم؟ ستاسو مينه ما سره لکه د سحر د دوند په شان زر ختمه شى او لکه د سحر د پرخې په شان زر والوځى.</verse>
				<verse number="5">نو دا ځکه ما د خپلو پېغمبرانو په لاس تاسو ټوټې ټوټې کړئ، او د خپلې خولې په کلام مې تاسو ووژلئ. زما د اِنصاف رڼا لکه د نمر راخېژى.</verse>
				<verse number="6">زۀ غواړم چې تاسو وفادارى وښايئ نه چې قربانى وکړئ. ستاسو د سوزېدونکو نذرانو نه زيات زۀ غواړم چې تاسو ما وپېژنئ.</verse>
				<verse number="7">خو په آدم نومې ښار کښې تاسو لوظ مات کړو او هلته مو ما سره بې‌وفائى وکړه.</verse>
				<verse number="8">جِلعاد ښار د بدعملو نه ډک دے، هر طرف ته د وينې داغونه دى.</verse>
				<verse number="9">اِمامان د ډاکوانو د هغه قبيلې په شان دى چې هغوئ د چا د لوټ کولو دپاره غلى ناست وى. هغوئ د شِکم په لاره باندې قتلونه کوى، او هر قسم ګناه کوى.</verse>
				<verse number="10">ما په اِسرائيلو کښې ډېر بد بد کارونه ليدلى دى. زما خلقو د بُتانو د عبادت په وجه خپل ځانونه ناپاکه کړى دى چې زناکارى ده.</verse>
				<verse number="11">اے د يهوداه خلقو، ما ستاسو د سزا وخت هم مقرر کړے دے، اګر چې ما غوښتل چې هغوئ بحال کړم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">”کله چې زۀ اِسرائيلو له شفا ورکول غواړم نو د دوئ ګناه راته څرګنده شى او د سامريه بدکارى راته ښکاره شى. ځکه چې هغوئ د چل کارونه کوى، غلۀ کورونو ته وراوړى او غلاګانې کوى، او ډاکوان په لارو کښې خلق لوټ کوى.</verse>
				<verse number="2">هغوئ د دې نه ناخبره دى چې ما ته د هغوئ ټول بد عملونه ياد دى. د هغوئ ګناهونه په هر ځائ کښې څرګند دى، دا ټول ما ته ښکارى.</verse>
				<verse number="3">هغوئ په خپلو بدو منصوبو بادشاه خوشحالوى، او په دروغو وئيلو باندې آفسران خوشحالوى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ ټول زناکاران دى. هغوئ لکه د سور کړے شوى تنور په شان دى چې دومره ګرم وى چې د نانبائى د لاس وروړو ضرورت ورته نۀ وى. کۀ هغه اوړۀ واغږى او هغه خمبيره شى نو بيا هم تنور دومره ګرم وى چې روټۍ به پرې پخې شى.</verse>
				<verse number="5">په شاهى جشن کښې آفسران په ميو ځان نشه کړى، او مسخره کوونکو له لاس ورکوى.</verse>
				<verse number="6">د هغوئ زړونه لکه د تنور په شان د خپلو بدو منصوبو په وجه سوزى. د هغوئ غصه ټوله شپه بې‌لمبو سوزى او په سحر کښې لکه د اور لمبې وکړى.</verse>
				<verse number="7">هغوئ ټول لکه د تنور لمبه دى او خپل حکمرانان لواړ تېروى. د هغوئ ټول بادشاهان راپرېوتل، خو يو هم ما ته دُعا نۀ کوى.</verse>
				<verse number="8">بنى اِسرائيل خپل ځان لکه د اوړو په شان نورو قومونو سره اغږلے دے. بنى اِسرائيل لکه د هغه روټۍ په شان دے چې صرف يو مخ يې پوخ شوے وى.</verse>
				<verse number="9">د پردى مُلک خلق د هغۀ طاقت خورى خو هغۀ ته د دې پته نشته، د هغۀ سر د سپينو وېښتو نه ډک دے خو هغۀ ته د دې پته نشته.</verse>
				<verse number="10">د بنى اِسرائيل غرور د هغۀ خِلاف ګواهى ورکوى، خو بيا هم هغوئ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته نۀ راګرځى. د دې هر څۀ باوجود هغوئ د هغۀ د لټون نه اِنکار کوى.</verse>
				<verse number="11">بنى اِسرائيل د کم عقلې ګوګوشتکې په شان دى چې په آسانه دوکه کيږى. اول يې مِصر د مدد دپاره راوغوښتو او بيا يې د پناه دپاره اسور ته ورمنډه کړه.</verse>
				<verse number="12">خو چې کله هغوئ الوځى رالوځى نو زۀ به پرې خپل جال ورلړه کړم او د هوا د مارغانو په شان به يې ښکته راکوز کړم. د هغوئ د بدعملۍ په وجه به زۀ سزا ورکړم.</verse>
				<verse number="13">په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ زما نه تښتېدلى دى. هغوئ تباه دى، ځکه چې هغوئ زما خِلاف سرکشى کړې ده. ما غوښتل چې هغوئ بچ کړم، خو هغوئ زما خلاف دروغ وئيلى دى.</verse>
				<verse number="14">هغوئ د زړۀ د اخلاصه ما ته سوال نۀ دے کړے، خو هغوئ د پرېشانۍ نه په خپلو کټونو کښې ژړاګانې کوى. هغوئ د غلې يا د ميو حاصلولو دپاره معبودانو ته خپل ځانونه غوڅوى، خو هغوئ زما خلاف بغاوت کوى.</verse>
				<verse number="15">اګر چې هم ما د هغوئ تربيت وکړو او مضبوط مې کړل، خو هغوئ زما خِلاف بدې منصوبې جوړوى.</verse>
				<verse number="16">هغوئ د خُدائ تعالىٰ نه بغېر هر خوا ګورى. هغوئ د کږې ليندې په شان نا اعتباره دى. د هغوئ آفسران به د خپلې سپکې خولې د لاسه په تُوره مړۀ شى او مِصريان به په هغوئ پورې خندا کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">”د خبردارى دپاره بيګل وغږوئ. دشمنان د ټپوس په شان د مالِک خُدائ په کور راغوټه کيږى، ځکه چې هغوئ ما سره لوظ مات کړے دے او زما د شريعت خِلاف‌ورزى يې کړې ده.</verse>
				<verse number="2">اوس بنى اِسرائيل ما ته مِنت زارى کوى چې، زمونږ مدد وکړه ځکه چې تۀ زمونږ خُدائ پاک يې.</verse>
				<verse number="3">خو بنى اِسرائيلو هغه څۀ رد کړى دى څۀ چې ښۀ دى، نو دشمن به هغۀ پسې وى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ زما د اجازت نه بغېر بادشاهان جوړ کړل، هغوئ زما د رضا نه بغېر مشران مقرر کړل. هغوئ د خپلو سرو زرو او سپينو زرو نه بُتان جوړ کړى دى او په ځان يې پخپله تباهى راوستې ده.</verse>
				<verse number="5">اے سامريې. ما ستا دا سخے بُت رد کړے دے. زما غصه ستا خلاف ده، تاسو د صفا کېدو قابل نۀ يئ ترڅو پورې به ستاسو دا حالت جارى وى؟</verse>
				<verse number="6">اے بنى اِسرائيله، تۀ چې د کوم بُت عبادت کوې دا يو کسبګر جوړ کړے دے، دا خُدائ پاک نۀ دے. په سامريه کښې سخے بُت به ټوټې ټوټې شى.</verse>
				<verse number="7">هغوئ د هوا تخم کَرى، او د طوفان فصل به رېبى. د غلې فصل ولاړ دے خو وَږى په کښې نۀ ښکارى نو د خوراک مِلاوېدو په کښې څۀ امکان نشته. خو کۀ څۀ غله په کښې وى هم، نو د پردى مُلک خلق به يې وخورى.</verse>
				<verse number="8">بنى اِسرائيل لواړ تېر کړے شوى دى. اوس هغوئ په نورو قومونو کښې خوارۀ شوى دى او د بېکاره لوښى په شان پراتۀ دى.</verse>
				<verse number="9">هغوئ اسوريانو له د مدد دپاره تلى دى، لکه څنګه چې يوې ځنګلى خرې وار راوړے وى. دغسې بنى اِسرائيل لکه د کنجرې خپل ځان په عاشقانو خرڅ کړے دے.</verse>
				<verse number="10">اګر چې دوئ خپل ځان په ډېرو قومونو خرڅ کړے دے، خو اوس به زۀ هغوئ يو ځائ ته راغونډ کړم او سزا به ورکړم. د هغوئ بادشاه او شهزادګان به زر د جزيې لاندې په لړزان شى.</verse>
				<verse number="11">اګر چې بنى اِسرائيل د ګناه د لرې کولو دپاره ډيرې قربان‌ګاه جوړې کړې دى، خو هم دغه قربان‌ګاه د هغوئ دپاره د ګناه ځايونه شول.</verse>
				<verse number="12">اګر چې ما هغوئ دپاره خپل شريعت ډېر تشريح کړو، خو هغوئ ځان داسې ناغرضه کړو لکه چې دا شريعت هډو د هغوئ دپاره نۀ وى.</verse>
				<verse number="13">هغوئ ما ته قربانۍ پېش کوى او د قربانۍ غوښې خورى. خو زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ نه رضا نۀ يم، ما ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړم، او هغوئ به مِصر ته واپس ځى.</verse>
				<verse number="14">بنى اِسرائيلو خپل خالِق هېر کړے دے او شاهى محلونه يې جوړ کړى دى، او يهوداه د پَخو دېوالونو ډېر ښارونه جوړ کړى دى. خو زۀ به د هغوئ په ښارونو اور نازل کړم او هغه به د هغوئ محلونه وسوزوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">اے بنى اِسرائيلو، د نورو قومونو په شان خوشحالى مۀ کوئ. تاسو د خپل خُدائ پاک نه اوړېدلى يئ او د هغۀ سره مو بې‌وفائى کړې ده. تاسو خپل ځانونه لکه د کنجرو په شان خرڅوئ او په هر درمند کښې د نورو معبودانو عبادت کوئ.</verse>
				<verse number="2">خو اوس به ستاسو د خوراک دپاره غله کافى نۀ وى او نۀ به درسره دومره انګور وى چې مے ترېنه وباسئ.</verse>
				<verse number="3">بنى اِسرائيليان به د مالِک خُدائ په مُلک کښې نۀ پاتې کيږى، بلکې هغوئ به مِصر ته واپس ځى او د اسور په مُلک کښې به حرام څيزونه خورى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ به مالِک خُدائ ته نۀ د ميو نذرانې وړاندې کړے شى او نۀ به يې په قربانيانو رضا کړے شى. د هغوئ د نذرانو روټۍ به د ماتم کوونکو د روټۍ په شان وى يعنې څوک هم چې دغه روټۍ خورى نو هغه به ناپاک شى. په دې به هغوئ صرف خپله لوږه ختموى، خو د مالِک خُدائ کور ته به د نذرانې په توګه نۀ شى وړلے.</verse>
				<verse number="5">تاسو به د اختر په ورځ څۀ کوئ، د مالِک خُدائ اختر به څنګه کوئ؟</verse>
				<verse number="6">ګورئ کۀ هغوئ د تباهۍ نه وتښتى هم، نو مِصر به هغوئ رايوځائ کړى، او ميمفِس به يې ښخ کړى. د هغوئ د سپينو زرو خزانې به په لوخو کښې ورکې شى، او د هغوئ په کورونو کښې به د ازغو بوټى راوټوکيږى.</verse>
				<verse number="7">نو د سزا وخت راغلے دے، د حساب کِتاب وخت رارسېدلے دے. بنى اِسرائيل دې ځان پوهه کړى. تاسو وايئ چې، ”دا پېغمبر کم عقل دے. دا د روح والا بنده پاګل دے.“ نو ځکه څومره چې ستاسو ګناه غټه ده نو دومره ستاسو نفرت هم زيات دے.</verse>
				<verse number="8">پېغمبر د خُدائ پاک د طرف نه د بنى اِسرائيل محافظ دے. خو چې چرته هم هغه ځى نو هلته د هغۀ د راګېرولو دپاره دام خور وى، بلکې د خُدائ پاک په کور کښې هم د هغۀ نه نفرت کيږى.</verse>
				<verse number="9">هغوئ په خپله بدعملۍ کښې دومره ککړ شوى دى لکه چې هغوئ ډېره موده مخکښې په جبعه کښې په بدعملۍ کښې ککړ شوى وُو. خُدائ پاک ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړى.</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ما اول ځل بنى اِسرائيل وليدل، نو دا داسې وُو لکه چې په صحرا کښې انګور ومومى. ما ستاسو پلار نيکۀ داسې وليدل لکه چې د موسم وړومبى پاخۀ شوى اينځر مې ليدلى وى. خو کله چې هغوئ د فعور غرۀ ته راغلل، نو هلته هغوئ خپل ځانونه شرمناک بعل بُت ته وقف کړل. نو داسې چې هغوئ څۀ سره مينه وکړه نو د هغې په شان پليت شول.</verse>
				<verse number="11">د بنى اِسرائيل شان او شوکت به د مارغۀ په شان والوځى او د هغوئ به نور بچى نۀ پېدا کيږى او نۀ به يې ښځې اُميدواره کيږى او نۀ به يې اولاد په خېټه کيږى.</verse>
				<verse number="12">خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به يې ترې نه واخلم او يو به هم ژوندے پرې نۀ ږدم. په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ به زۀ پرېږدم.“</verse>
				<verse number="13">ما وکتل چې بنى اِسرائيل د صور په شان ښائسته شول. خو اوس به بنى اِسرائيل خپل اولاد حلالولو دپاره رابهر کړى.</verse>
				<verse number="14">اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا نه د دې خلقو دپاره څۀ سوال وکړم؟ د هغوئ ښځې شنډې کړه. او د هغوئ په سينو کښې پئ اوچ کړه.</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ فرمائى، ”د هغوئ ټول بد عملونه په جِلجال کښې شروع شول. نو هلته مې د هغوئ نه نفرت شروع کړو او د هغوئ د بدعملۍ په وجه به زۀ هغوئ د خپل مُلک نه وشړم. زۀ به د هغوئ سره نوره مينه نۀ کوم، د هغوئ ټول آفسران سرکشه دى.</verse>
				<verse number="16">بنى اِسرائيل وهلے شوى دى، د هغوئ جرړې اوچې شوې دى او هيڅ مېوه به نۀ نيسى. خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به د هغوئ ګران اولاد ووژنم.“</verse>
				<verse number="17">زما خُدائ پاک به هغوئ رد کړى، ځکه چې هغوئ ورته غوږ نۀ نيولو او هغوئ به په قومونو کښې در په در ګرځى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">بنى اِسرائيل د انګورو زرخيزه بوټے وو چې ښۀ کافى مېوه به يې نيوله. خو څومره چې يې مېوه زياتېده نو دومره ډېرې به يې د بُتانو قربان‌ګاه جوړولې. څومره چې د هغوئ مُلک ترقى کوله نو دومره يې د بُتانو مخصوص ستنې ښائسته کولې.</verse>
				<verse number="2">د چا زړونه چې د دوکې نه ډک دى نو هغوئ ته خو به د خپلو ګناهونو سزا ملاويږى. خُدائ پاک به د هغوئ قربان‌ګاه ورانې کړى او د هغوئ مقدسې ستنې به ټوټې ټوټې کړى.</verse>
				<verse number="3">نو خلق به ډېر زر دا خبره وکړى چې، ”زمونږ بادشاه ځکه نشته چې مونږ د مالِک خُدائ نه نۀ يرېدو. خو کۀ بادشاه وے هم، نو هغۀ زمونږ دپاره څۀ کولے شول؟“</verse>
				<verse number="4">هغوئ لافې کوى، د دروغو قسمونه خورى او تشې وعدې کوى. د هغوئ اِنصاف د هغه زهرژن بوټو په شان دے چې د تخم دپاره تيار پټى کښې پخپله رازرغون شى.</verse>
				<verse number="5">د سامريه ښار اوسېدونکى د يرې نه ريږدى چې په بيت‌آون کښې به د سخى بُت سره څۀ کيږى. د دې خلق به د دې دپاره ژړا کوى، او د دې اِمامان به د دې شان او شوکت يادوى او ماتم به کوى، ځکه چې دا به د دوئ نه بل مُلک ته يوړلے شى.</verse>
				<verse number="6">هغه بُت به اسور ته يوړلے شى چې عظيم بادشاه ته په محصُول کښې پېش کړے شى. بنى اِسرائيل به بې‌عزته شى او وبه شرميږى ځکه چې هغوئ په دې بُت باندې يقين کولو.</verse>
				<verse number="7">سامريه او د هغې بادشاه به داسې يوړلے شى لکه چې د اوبو دپاسه د لرګى يوه ټوکړه وى.</verse>
				<verse number="8">د آون علاقائى عبادتخانې به تباه شى چرته چې بنى اِسرائيلو ګناه کوله. د هغوئ په قربان‌ګاهو باندې به واښۀ او ازغى راشنۀ شى. نو خلق به غرونو ته چغې وهى چې، ”مونږ پټ کړه.“ او غونډو ته به چغې وهى چې، ”په مونږ راپرېوځه.“</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيله، د هغه وخت نه چې تا په جبعه کښې ګناه کوله تر اوسه پورې هم هغه شان ګناه کوې. نو ولې دا مناسبه نۀ وه چې په دغه بدعملو په جبعه کښې جنګ راغلو؟</verse>
				<verse number="10">نو اوس چې کله زما مرضى وى زۀ به تاسو له سزا درکړم. قومونه به ستاسو خِلاف راجمع شى کله چې تاسو ته ستاسو د ګناهونو سزا دوه چنده مِلاو شى.</verse>
				<verse number="11">اِسرائيل يو تربيت يافته سخے دے او ښۀ په شوق غنم غوبل کوى. خو بيا ما په خپله د دې په ښائسته څټ د سخت محنت دپاره جغ کېښودو. ما يهوداه يوې کولو ته جوړ کړے دے او اِسرائيل به دا په خپله ماله کړى.</verse>
				<verse number="12">ما ورته ووئيل چې، د صداقت ښۀ تخم وکَره نو د مينې فصل به وريبې. د خپلو زړونو سخته زمکه يوه وکړئ ځکه چې اوس د مالِک خُدائ د لټون وخت دے چې هغه راشى او په تاسو د صداقت باران وورَوى.</verse>
				<verse number="13">خو تا بدعملى وکَرله او د بې‌اِنصافۍ فصل دې ورېبلو. تا د دوکې مېوه خوړلې ده. ځکه چې تا په خپلو جنګى ګاډو او په خپلو بې‌شمېره فوجيانو اعتبار کولو.</verse>
				<verse number="14">نو ځکه به ستا په خلقو جنګ راشى او ستاسو ټولې قلعې به تباه شى. دا به هم هغه شان وى لکه څنګه چې شلمن بادشاه بيت‌اربيل په جنګ کښې تباه کړو او ميندې يې سره د هغوئ د بچو زمکې له راوويشتلې.</verse>
				<verse number="15">نو اے د بيت‌ايل خلقو، تاسو سره به هم داسې کار کيږى، ځکه چې ستاسو بدعملى د حد نه زياته ده. څنګه چې د عدالت ورځ شروع شى، نو د اِسرائيل بادشاه به تباه او برباد شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې بنى اِسرائيل د وړوکى ماشوم په شان وو، نو مينه مې ورسره کوله، او ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو.</verse>
				<verse number="2">خو چې څومره ما ورته آوازونه کول، نو هغه هومره زما نه لرې کېدو. زما خلقو د بعل بُتانو ته قربانۍ پېش کړې، او بُتانو ته يې خوشبويۍ سوزولې.</verse>
				<verse number="3">ما پخپله بنى اِسرائيل ته د ګرځېدو چل وښودلو، ما د هغۀ لاس نيولے وو او د هغۀ رهنمائى مې کوله، خو هغۀ ته پته نۀ لګېده او نۀ يې پرواه ساتله چې هغه زۀ وم چې د هغۀ خيال مې ساتلو.</verse>
				<verse number="4">ما بنى اِسرائيل د خپلې مينې او رحم رسۍ سره ځان ته رانزدې کړو. ما د هغۀ د څټ نه جغ اوچت کړو، او زۀ په خپله ورټيټ شوم او خوراک مې ورکړو.</verse>
				<verse number="5">خو هغوئ به مِصر ته واپس شى او د اسور بادشاه به په هغوئ حکومت کوى، ځکه چې هغوئ ما ته د راګرځېدو نه اِنکار کړے دے.</verse>
				<verse number="6">د هغوئ په ښارونو کښې به جنګ کوى او د ښار دروازې به يې ماتې کړى. هغوئ به د خپلو غلطو منصوبو له وجې تباه کړى.</verse>
				<verse number="7">زما خلقو کلکه فېصله کړې ده چې ما پرېږدى. هغوئ په خولۀ خو ما ته حق تعالىٰ وائى خو زۀ به هغوئ بچ نۀ کړم.</verse>
				<verse number="8">اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بې‌مثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه.</verse>
				<verse number="9">زۀ به تا له په غصه کښې سزا نۀ درکوم، زۀ به بنى اِسرائيل بيا نۀ تباه کوم. ځکه چې زۀ بنى آدم نۀ يم بلکې خُدائ پاک يم. زۀ مقدس ذات يم او ستاسو په مينځ کښې استوګنه کوم. زۀ به بيا په غضب کښې نۀ راځم.</verse>
				<verse number="10">کله چې زۀ د خپلو خلقو په دشمنانو د ازمرى په شان وغورېږم نو زما خلق به په ما پسې راروان شى. هغوئ به د نمرپرېواتۀ طرف نه په منډه منډه راشى.</verse>
				<verse number="11">هغوئ به په يرې او ريږدېدو سره د مارغانو په شان د مِصر نه راشى او د اسور نه به د ګوګوشتکو په شان واپس راشى. زۀ به هغوئ خپلو کورونو ته واپس راولم. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="12">اِسرائيل زۀ په دروغو سره رانيولے يم، او دوکې سره يې زما محاصره کړې ده. خو يهوداه تر اوسه پورې د خُدائ پاک فرمانبردار دے، او مقدس ذات سره وفادار دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">بنى اِسرائيل چې ټوله ورځ هر کار هم کوى نو هغه بې‌فائدې وى. دوکه او ظلم زياتے په هغوئ کښې زياتيږى. د اسور سره د معاهدې باوجود خو بيا هم مِصر ته د زيتُونو تېل لېږى.“</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ به په عدالت کښې يهوداه سره هم جنګيږى. هغه به بنى اِسرائيل له د هغۀ د عمل په مطابق سزا ورکوى او هغۀ ته به د خپل عمل بدله ملاويږى.</verse>
				<verse number="3">يعقوب هم د مور په خېټه کښې خپل ورور د پوندې نه ونيوو او کله چې بالغ شو، نو هغۀ خُدائ پاک سره جګړه وکړه،</verse>
				<verse number="4">هغۀ د يوې فرښتې خِلاف جنګ وکړو او جنګ يې وګټلو. هغۀ وژړل او د برکت سوال يې وکړو. په بيت‌ايل کښې خُدائ پاک هغۀ ته څرګند شو او کلام يې ورسره وکړو.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ ربُ الافواج، مالِک خُدائ د هغۀ نوم دے.</verse>
				<verse number="6">نو اوس خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ. د هغۀ مينه او اِنصاف قائم ساتئ او همېشه د هغۀ نه په اُميد کښې اوسئ.</verse>
				<verse number="7">بنى اِسرائيل هغه تاجران دى چې په لاس کښې يې د بې‌ايمانۍ تله وى او د دوکې کولو سره مينه کوى.</verse>
				<verse number="8">بنى اِسرائيل وائى، ”زۀ ډېر مالداره يم، زۀ دولتمند شوے يم. هيڅوک به دا ثابته نۀ کړى چې په دې ټول مال حال حاصلولو کښې زما نه څۀ قصور يا ګناه شوې ده.“</verse>
				<verse number="9">خو زۀ، مالِک خُدائ ستاسو هغه خُدائ پاک يم چې چا د مِصر نه راوويستلئ، زۀ به يو ځل بيا تاسو د پخوا په شان په خېمو کښې اوسوم لکه چې هر کال د جونګړو په اختر کښې اوسېږئ.</verse>
				<verse number="10">ما د پېغمبرانو سره کلام وکړو او ما پخپله ډيرې روياګانې څرګندې کړې او د پېغمبرانو په ذريعه مې درته تعبير کړې.</verse>
				<verse number="11">خو په جِلعاد کښې د بُتانو عبادت کيږى او څوک چې د هغوئ عبادت کوى هغوئ د هيڅ کار نۀ دى. او په جِلجال کښې هم هغوئ غوَيان قربانى کوى خو د هغوئ د قربانو د ځايونو نه د کاڼو ډيرى جوړ شوى دى لکه څنګه چې د يوه شوى پټى په غاړه کښې د کاڼو ډيرى پراتۀ وى.</verse>
				<verse number="12">يعقوب آرام وطن ته وتښتېدو، هلته هغۀ د ښځې حاصلولو دپاره خِدمت وکړو، د هغې په عوض کښې هغۀ ګډې څرولې.</verse>
				<verse number="13">خو بيا مالِک خُدائ د يو پېغمبر په وسيله بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر کړل او د يو پېغمبر په ذريعه يې د هغۀ خيال وساتلو.</verse>
				<verse number="14">خو بنى اِسرائيل مالِک خُدائ سخت غصه کړے دے، هغۀ چې کومه وينه تويه کړې ده اوس به ورسره د هغې حساب کيږى، هغۀ چې د مالِک خُدائ توهين کړے دے د هغې مناسبه سزا به ورکوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">ستاسو مشرانو به چې کله هم خبرې کولې نو ټول اِسرائيليان به ريږدېدل، کۀ څۀ هم چې دوئ اهم خلق وُو بلکې بعل ته په عبادت کولو سره يې ګناه وکړه او په دې کولو سره هغوئ خپله تباهى يقينى کړه.</verse>
				<verse number="2">اوس هغوئ ګناه کولو کښې اضافه کوى او خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو نه بُتان جوړوى. بيا چې انسان د خپلو لاسونو مهارت سره کوم بُتان جوړ کړى وُو نو هم هغه بُتانو ته وائى چې، ”دې ته قربانۍ پېش کړئ. او دا د سخى بُت ښکل کړئ.“</verse>
				<verse number="3">نو ځکه دا خلق به د سحر د دُهند په شان عارضى وى او د سحر په نمر کښې د زر ختمېدونکې پرخې په شان وى. هغوئ به د هغه بوسو په شان وى چې هوا يې د درمند نه وړى، هغوئ به د انګيټۍ د لوږى په شان وى.</verse>
				<verse number="4">خو زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه راوويستلئ. زما نه بغېر بل خُدائ مۀ منئ ځکه چې زما نه بغېر بل خلاصونکے نشته.</verse>
				<verse number="5">ما په صحرا کښې ستاسو خيال ساتلے دے په هغه اوچ بيابان کښې چرته چې هيڅ اوبۀ نۀ وې.</verse>
				<verse number="6">خو کله چې تاسو په خېټه ښۀ ماړۀ شوئ نو تاسو مغروره شوئ او زۀ مو هېر کړم.</verse>
				<verse number="7">نو زۀ به اوس په تاسو باندې لکه د ازمرى په شان حمله وکړم. د پړانګ په شان به زۀ تاسو ته په لار کښې پټ ناست يم.</verse>
				<verse number="8">زۀ به په تاسو باندې لکه د هغه مېلو په شان حمله وکړم چې بچى ترېنه پټ کړے شوى وى او ستاسو سينه به وشلوم. لکه د ازمرى به مو لواړ تېر کړم او لکه د يو ځنګلى ځناور به مو ټوټې ټوټې کړم.</verse>
				<verse number="9">اے بنى اِسرائيله، زۀ تاسو تباه کوم، ځکه چې تاسو زما خلاف يئ، نو څوک به ستاسو مدد کوى؟</verse>
				<verse number="10">اوس ستا بادشاه چرته دے چې هغه ستا ټولو ښارونو ته راشى او تا بچ کړى؟ او ستا هغه مشران چرته دى چې تا به غوښتل، او وئيل به دې چې ما له بادشاه او آفسران راکړه.</verse>
				<verse number="11">ما په خپله غصه کښې تاسو له بادشاهان درکړى دى او په قهر کښې مې درنه اخستى دى.</verse>
				<verse number="12">د بنى اِسرائيلو ګناهونه او جرمونه ليکلے شوى دى او د حساب دپاره دا محفوظ پراتۀ دى.</verse>
				<verse number="13">د ماشوم د پېدا کېدو درد شروع شوے دے خو هغه ماشوم ناپوهه دے، او نۀ غواړى چې د مور د خېټې نه راوځى.</verse>
				<verse number="14">زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟ هغې نه کار واخله ځکه چې زۀ به رحم نۀ کوم.</verse>
				<verse number="15">کۀ څۀ هم بنى اِسرائيل د لوخو د پاڼو په شان راشنۀ کيږى، نو زۀ به نمرخاتۀ طرف نه يوه ګرمه هوا راولېږم او هغه هوا به د هغوئ کوهى او چينې اوچې کړى. دا به د ځان سره ټول قيمتى څيزونه يوسى.</verse>
				<verse number="16">سامريه به د خپل قصور سزا برداشت کوى، ځکه چې هغې زما خِلاف سرکشۍ کړې ده. د سامريه خلق به په جنګ کښې مړۀ شى، د هغوئ ماشومان به په زمکه راوغورزولے شى او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وڅيرلے شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">اے بنى اِسرائيله، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځه، ولې چې ستا ګناهونه ستا د راغورزېدو سبب جوړ شوى دى.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه چې مونږ ستا ثناء صِفت سره تا ته قربانى پېش کړُو.</verse>
				<verse number="3">اسور مونږ نۀ شى بچ کولے او نۀ مو جنګى آسونه حِفاظت کولے شى. مونږ چې کوم بُتان جوړ کړى دى هغې ته به هيڅکله نۀ وايو چې تاسو زمونږ معبودان يئ. ځکه چې صرف هم تۀ، مالِک خُدائ په يتيم باندې رحم کوې.“</verse>
				<verse number="4">بيا مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به د هغوئ بې‌وفائى ختمه کړم او شفا به ورکړم. زۀ به د زړۀ د اخلاصه د هغوئ سره مينه کوم، زۀ هغوئ ته نور غصه نۀ يم.</verse>
				<verse number="5">زۀ به د بنى اِسرائيل دپاره د پرخې په شان يم. زۀ به هغوئ لکه د نيلوفر ګل و ګلزار کړم، د لبنان د دِيار د ونو په شان به يې جرړې مضبوطې وى.</verse>
				<verse number="6">د هغې څانګې به خورې شى لکه د زيتون د ښائسته ونو په شان. د هغې خوشبو به د لبنان د دِيار د ونو په شان وى.</verse>
				<verse number="7">زما خلق به يو ځل بيا زما د سورې لاندې اوسيږى. هغوئ به لکه د غلې په شان لوئ شى، او د انګورو د بوټى په شان به ګلونه نيسى. د هغوئ مشهورتيا به د لبنان د ميو په شان وى.</verse>
				<verse number="8">اے بنى اِسرائيله، د بُتانو نه ځان لرې ساته. هغه زۀ يم چې ستاسو د دُعاګانو جواب درکوم او ستاسو خيال ساتم. زۀ د هغه ونې په شان يم چې همېشه شنه وى، ستاسو ټولې مېوې زما د طرف نه دى.“</verse>
				<verse number="9">هر څوک چې هوښيار وى نو هغه دې په دې خبرو باندې پوهه شى او په خپلو زړونو کښې دې ځائ ورکړى. د مالِک خُدائ لارې صحيح دى او صادقان خلق په دې روان وى، خو سرکشه به په دې لارو تيندک وخورى او وبه غورزيږى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="29">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام چې په يوايل د فتوايل په زوئ نازل شو.</verse>
				<verse number="2">اے مشرانو، دا واورئ. تاسو ټول غوږ شئ، څوک چې په دې مُلک کښې اوسېږئ. ولې ستاسو په ژوند کښې يا ستاسو د پلار نيکۀ په ژوند کښې داسې څۀ کله پېښ شوى دى؟</verse>
				<verse number="3">دا خپل اولاد ته ووايئ، او هغوئ دې دا خپل اولاد ته ووائى او داسې دې دا ياد تر نسلونو پورې تازه وى.</verse>
				<verse number="4">د قحطۍ د مُلخانو د لښکرو نه چې څۀ پاتې شُو، هغه غټو مُلخانو وخوړل، چې د غټو مُلخانو نه څۀ پاتې شُو نو هغه وړو مُلخانو وخوړل، او څۀ چې د وړو مُلخانو نه پاتې شُو، نو هغه نورو مُلخانو وخوړل.</verse>
				<verse number="5">اے شرابيانو، ويښ شئ او وژاړئ، اے مے څښونکو، تاسو ټول افسوس وکړئ، د نوؤ ميو په وجه افسوس وکړئ، ځکه چې دا ستاسو د شونډو نه راښکلے شول.</verse>
				<verse number="6">د هغوئ ټول لښکر زما په مُلک حمله وکړه، چې طاقتور او د شمېر نه بهر دى، د هغوئ غاښونه د زمرى په شان تېرۀ دى او د هغوئ داړې د زمرۍ په شان دى.</verse>
				<verse number="7">هغوئ زما د انګورو بوټى تباه کړى دى او زما د اينځرو ونې يې تباه کړې دى، پوستکى يې ترې نه ويستى دى او تباه کړى يې دى، د دې څانګې يې خالى او لغړى پرېښودې دى.</verse>
				<verse number="8">لکه د هغه پېغلې وژاړئ چا چې د ماتم جامې اغوستې وى او د خپل چنغول په مرګ ژړا انګولا کوى.</verse>
				<verse number="9">د غلې او د څښلو نذرانې د مالِک خُدائ په کور کښې ختمې شوې. هغه اِمامان ژاړى څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="10">پټى تباه شوى دى، زمکه اوچه شوه، غله تباه شوه، انګور ضائع شُو، او د زيتُونو تېل ختم شول.</verse>
				<verse number="11">اے زميدارانو غمژن اوسئ، اے د انګورو د باغ ماليانو، ژړا کوئ، د غنم او د اوربشو دپاره غمژن شئ، ځکه چې د فصل پټى تباه شوى دى.</verse>
				<verse number="12">د انګورو بوټى اوچ شُو او د اينځرو ونې وچې شوې، د انارو ونې، د کجورو ونې، او د سيوانو ونې او ټولې مېوه دارې ونې وچې شوې دى. او يقيناً د خلقو خوشحالى ورسره ورکه شوې ده.</verse>
				<verse number="13">اے اِمامانو د ټاټ جامې واچوئ او وژاړئ، او ماتم وکړئ تاسو څوک چې په قربان‌ګاه کښې خِدمت کوئ. راشئ، ټوله شپه د ټاټ په جامو کښې تېره کړئ، تاسو څوک چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوئ. ځکه چې ستاسو د خُدائ کور د غلې او د څښلو د نذرانو نه محروم شو.</verse>
				<verse number="14">د مقدسې روژې نيولو اعلان وکړئ، او د خلقو مقدسه اجتماع راوغواړئ. مشران او د مُلک ټول خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک کور ته راوغواړئ او مالِک خُدائ ته وژاړئ.</verse>
				<verse number="15">افسوس په هغه ورځ، ځکه چې د مالِک خُدائ هغه د قيامت ورځ رانزدې ده، په کومه به چې قادر خُدائ تباهى راولى.</verse>
				<verse number="16">زمونږ خوراک زمونږ د سترګو په وړاندې غېب شو، او خندا خوشحالى زمونږ د خُدائ پاک په کور کښې بنده شوه.</verse>
				<verse number="17">تخم د زمکې لاندې اوچ شو. د غلې ګودامونه خالى او وران ويجاړ پراتۀ دى، خمبې تشې او ماتې شوې ځکه چې تخم اوچ شوے دے.</verse>
				<verse number="18">څاروى د لوږې نه چغې وهى، د څاروو رمې اخوا ديخوا پرېشانه ګرځى ځکه چې د هغوئ دپاره شينکے نشته، تر دې چې د ګډو رمې هم په تکليف کښې دى.</verse>
				<verse number="19">اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته د مدد دپاره فرياد کوم، ځکه چې اور د څرېدو ځايونه وسوزول او لمبو د ټولو پټو ونې وسوزولې.</verse>
				<verse number="20">تر دې چې ځنګلى ځناور هم تا ته فرياد کوى ځکه چې د اوبو نِهرونه اوچ شوى دى، او د اور لمبو په صحرا کښې څرن ځايونه سوزولى دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">په صيون کښې بيګل وغږوئ، او زما په مقدس غرۀ د جنګ اعلان وکړئ. او د دې مُلک اوسېدونکى دې ټول د يرې نه ولړزيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ راتلونکى ده، بلکې نزدې ده.</verse>
				<verse number="2">دا د تورې تيارې او غم ورځ ده، د ګڼو وريځو او تورو تيارو يوه ورځ ده. لکه څنګه چې د سحر رڼا په غرونو راخوريږى داسې يو لوئ او طاقتور لښکر راروان دے، چې داسې به نۀ پخوا چا ليدلے وى او نۀ به په راتلونکى وخت کښې کله راشى.</verse>
				<verse number="3">د هغوئ نه وړاندې اور هر څۀ سوزوى، او د هغوئ شاته د اور لمبې روانې وى. د هغوئ په وړاندې مُلک لکه د باغِ عدن په شان ښکلے پروت دے. خو د هغوئ نه وروستو زمکه لکه د صحرا په شان شى او د هغوئ نه هيڅ شے بچ نۀ پاتې کيږى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ په ليدلو کښې د آسونو په شان ښکارى، او هغوئ د جنګى آسونو په شان منډې وهى.</verse>
				<verse number="5">د جنګى ګاډو د شور په شان هغوئ د غرونو په څوکو په ټوپونو تېريږى، او داسې ټسار کوى لکه کله چې اور ګياه سوزوى او يا لکه چې طاقتور فوج جنګ ته روان وى.</verse>
				<verse number="6">د هغوئ په نظر کښې قومونه يره کښې دى، او د هر چا مخ د يرې نه زېړ دے.</verse>
				<verse number="7">هغوئ لکه د جنګيالو په شان حمله کوى، او د فوجيانو په شان په دېوالونو ورخېژى. هغوئ ټول په قطار کښې سيدها ځى، او د خپلې لارې نه اخوا ديخوا نۀ اوړى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ يو بل له ديکې نۀ ورکوى، هر يو په خپله لاره نېغ ځى. او هغوئ د صفونو په صورت کښې د دشمن په مورچو ورننوځى.</verse>
				<verse number="9">هغوئ په ښار باندې حملې دپاره ورغر وهى، او په دېوالونو يې په منډه وراوړى. هغوئ کورونو ته وراوړى او په کړکيانو باندې لکه د غلو په شان ورننوځى.</verse>
				<verse number="10">هغوئ چې وړاندې ځى زمکه خوځيږى، آسمان لړزيږى، نمر او سپوږمۍ تيارۀ شى، او ستورى نور نۀ ‎ځليږى.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ د خپل لښکر نه وړاندې لکه د تندر ګړزيږى. د هغۀ لښکر د شمېر نه بهر دے، او هغوئ طاقتور دى څوک چې د هغۀ حکم منى. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ عظيمه، او سخته يروونکى ده. څوک دا برداشت کولے شى؟</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”اوس هم تاسو سره موقع شته چې خپل ټول زړۀ سره ما ته په روژه نيولو، په ژړا او ماتم کولو سره راوګرځئ.</verse>
				<verse number="13">د خپل خفګان دپاره خپلې جامې مۀ شلوئ خو د هغې په ځائ خپل زړونه وشلوئ.“ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے، هغه زر نۀ غصه کيږى او د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکى ده، او هغه دا غواړى چې معافى وکړى او سزا ورنۀ کړى.</verse>
				<verse number="14">چا ته پته ده، کېدے شى چې هغه بدل شى او زړۀ يې نرم شى او د لعنت په ځائ برکت درکړى. او تاسو لکه د مخکښې په شان د غلې او د ميو نذرانې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړے شئ.</verse>
				<verse number="15">په صيون کښې بيګل وغږوئ، د مقدسې روژې اعلان وکړئ، او خلق مقدسې اجتماع له راوغواړئ.</verse>
				<verse number="16">ټول خلق راغونډ کړئ، او غونډه مقدسه کړئ، مشران، ماشومان او واړۀ ماشومان راغونډ کړئ. ناوې او زلمے د خپلې خپلې کوټې نه راوغواړئ.</verse>
				<verse number="17">هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى، هغوئ دې د خُدائ پاک د کور د ډيوډۍ او د قربان‌ګاه په مينځ کښې ودريږى او ژړا دې وکړى. هغوئ دې داسې دُعا وغواړى، ”اے مالِکه خُدايه خپل خلق بچ کړه. خپل خاص ميراث مۀ د خندا کوه. هغوئ مۀ پرېږده چې بې‌ايمانه غېر مُلکيان ورپورې ټوقې وکړى څوک چې دا وائى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغوئ پرېښودى دى څۀ؟“</verse>
				<verse number="18">نو بيا به مالِک خُدائ په خپل مُلک غېرت وکړى، او په خپلو خلقو باندې به مهربان شى.</verse>
				<verse number="19">مالِک خُدائ به هغوئ ته جواب ورکړى چې، ”ګورئ، زۀ تاسو له دومره غله دانه، نوى مے او د زيتُونو تېل درکوم چې ښۀ ډېر وى او پرې ماړۀ شئ، زۀ به بيا هيڅکله تاسو د نورو قومونو د خندا نۀ کړم.</verse>
				<verse number="20">زۀ به ستاسو نه د شمال ټول فوجيان لرې وشړم، او هغوئ به زۀ خوشى صحرا او وران مُلک ته وشړم. او د هغوئ وړومبۍ دستې به مشرقى سمندر ته او وروستۍ به يې مغربى سمندر ته وغورزوم. او د هغوئ سخا شوى لاشونو نه به بدبوئ خېژى او په هر طرف به خوريږى. يقيناً چې مالِک خُدائ غټ کارونه کړى دى.</verse>
				<verse number="21">اے زمکې، مۀ يرېږه، خوشحالى وکړه او خوشحاله اوسه، يقيناً چې مالِک خُدائ غټ کارونه کړى دى.</verse>
				<verse number="22">اے ځنګلى ځناورو، مۀ يرېږئ. ځکه چې د صحرا د څرن زمکه راشنه کيږى. ونې به دوباره د مېوو نه ډکې شى، بيا به د اينځرو او د انګورو بوټى ښۀ ډېر ډک شى.</verse>
				<verse number="23">اے د يروشلم خلقو خوشحالى وکړئ. په مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک کښې خوشحالى وکړئ. ځکه چې هغۀ په وفادارۍ سره په تاسو د خزان بارانونه وکړل. هغه په تاسو د مخکښې په شان د خزان او د سپرلى دواړو ډېر بارانونه راوروى.</verse>
				<verse number="24">درمندونه به بيا د غلې نه ډک شى، او چاټۍ به د نوؤ ميو او د زيتُونو د تېلو نه تر خولې خولې پورې ډکې شى.“</verse>
				<verse number="25">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو ته د نقصان شوى فصل تاوان درکړم کوم چې د قحطۍ مُلخانو، غټو مُلخانو، وړو مُلخانو او نورو مُلخانو خوړلى وُو. دا زما لوئ لښکر وو چې ستاسو خلاف مې درلېږلے وو.</verse>
				<verse number="26">تاسو سره به د خوړلو دپاره هر څۀ ډېر تېر وى ترڅو چې تاسو ښۀ ماړۀ شئ، او تاسو به د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د نوم شُکر ګزارى وکړئ، چا چې ستاسو دپاره معجزې کړې دى. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى.</verse>
				<verse number="27">نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې يم، او دا چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل څوک نشته. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى.</verse>
				<verse number="28">د دې ټولو کارونو کولو نه وروستو به زۀ خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. ستاسو زامن او لوڼه به نبوت کوى، ستا مشران به خوبونه وينى، او ستاسو ځوانان به رويا ګانې وينى.</verse>
				<verse number="29">په دې ورځو کښې به زۀ هم په نوکرانو سړو او ښځو دواړو خپل روح نازل کړم.</verse>
				<verse number="30">زۀ به په آسمانونو او زمکه کښې حېرانونکى نښې يعنې وينه، اور او د لوګى برجۍ ښکاره کړم.</verse>
				<verse number="31">نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى.</verse>
				<verse number="32">خو هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى. او څۀ به په يروشلم کښې د صيون د غرۀ نه وتښتى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، او هغوئ به په بچ شوو کسانو کښې وى څوک چې مالِک خُدائ راغوښتى وى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">نو ګورئ، په هغه ورځو او په هغه وخت کښې، کله چې زۀ د يهوداه او يروشلم قسمتونه بحال کړم،</verse>
				<verse number="2">زۀ به ټول قومونه رايوځائ کړم او هغوئ به لاندې د يهوسفط وادۍ ته راولم. هلته به زۀ د هغوئ خلاف عدالت شروع کړم، د خپل ميراث يعنې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په خاطر، ځکه چې هغوئ زما خلق د قومونو په مينځ کښې خوارۀ وارۀ کړى دى او زما مُلک يې په خپل مينځ کښې تقسيم کړے دے.</verse>
				<verse number="3">هغوئ زما په غوره شوو خلقو په خپلو کښې پچه واچوله. او هغوئ د کنجرو حاصلولو دپاره هلکان خرڅ کړل، او د ميو څښلو دپاره يې پېغلې جينکۍ خرڅې کړې.</verse>
				<verse number="4">اے د صور، او صيدا او د فلستيه ټولو علاقو، اوس تاسو سره زما خلاف څۀ دى؟ ولې تاسو ما نه د هغه څۀ بدل اخلئ چې ما کړى دى؟ کۀ تاسو داسې کوئ، زۀ به په تېزۍ او تُندۍ سره په تاسو هغه څۀ وکړم، څۀ چې تاسو کړى وى.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې تاسو زما سپين زر او سرۀ زر واخستل او زما قيمتى خزانې مو خپلو مندرونو ته يوړې.</verse>
				<verse number="6">تاسو د يهوداه او د يروشلم خلق په يونانيانو خرڅ کړل او هغوئ دې د خپل مُلک نه لرى ولېږل.</verse>
				<verse number="7">ګوره زۀ به هغوئ د هغه ټولو ځايونو نه واپس راولم په کومو کښې چې تاسو خرڅ کړى دى، او زۀ به ستاسو په سرونو هغه څۀ راولم، کوم چې تاسو کړى دى.</verse>
				<verse number="8">زۀ به ستاسو زامن او لوڼه د يهوداه په خلقو خرڅ کړم، او هغوئ به دوئ په لرې مُلک سبائيانو باندې خرڅ کړى. ما، مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“</verse>
				<verse number="9">د قومونو په مينځ کښې دا اعلان وکړئ چې د جنګ دپاره تيار شئ، خپل ټول جنګيالى راوغواړئ، ټول جنګيالى نزدې راشئ او حمله وکړئ.</verse>
				<verse number="10">د خپلو قلبو د يوو نه په ټکولو تُورې جوړې کړئ او د خپلو بوټو د قينچيانو نه نېزې جوړې کړئ. کمزورے دې هم ووائى چې، ”زۀ تکړه يم.“</verse>
				<verse number="11">اے ټولو قومونو د هر طرف نه زر تر زره راشئ، او په وادۍ کښې رايوځائ شئ. اے مالِکه خُدايه، اوس خپل لښکر راوغواړه.</verse>
				<verse number="12">قومونه دې راپاڅى، هغوئ دې د يهوسفط وادۍ ته لاړ شى. هلته به زۀ مالِک خُدائ ناست يم، چې د ګېرچاپېره ټولو قومونو عدالت وکړم.</verse>
				<verse number="13">د هغوئ بدکارى ډېره لويه ده، لور وچلوئ ځکه چې فصل پوخ شوے دے. راشئ، انګور د پښو لاندې چخڼى کړئ ځکه چې د انګورو لنګرۍ ډکه ده. او د ذخيره کولو چاټۍ تر خولې ډکه ده.</verse>
				<verse number="14">په زرګونو زرګونو خلق د عدالت په وادۍ کښې دى. ځکه چې د عدالت په وادۍ کښې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده.</verse>
				<verse number="15">نمر او سپوږمۍ به تور شى، او ستورى به نور نۀ ځليږى.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ به د صيون نه وغړمبيږى، او د يروشلم نه به لکه د زمرى وغوريږى، آسمان او زمکه به ولړزيږى. خو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د پناه ځائ او مضبوطه قلعه وى.</verse>
				<verse number="17">”نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، په خپل مقدس غر صيون کښې اوسېږم. يروشلم به مقدس وى، او د پردى وطن لښکر به بيا هيڅکله هغه فتح نۀ کړى.</verse>
				<verse number="18">په هغه ورځ به د غرونو نه نوى مے څڅيږى، او غونډو نه به پئ بهيږى، او د يهوداه ټولو ولو کښې به ډيرې اوبۀ روانې وى، او د مالِک خُدائ د کور نه به يوه چينه بهيږى چې د کيکر وادى به اوبۀ کوى.</verse>
				<verse number="19">خو مِصر به وران ويجاړ شى، او ادوم به بيابان شى، ځکه چې هغوئ د يهوداه په خلقو ظلم وکړو، او هم د هغوئ په خپل مُلک کښې يې بې‌ګناه خلق ووژل.</verse>
				<verse number="20">خو يهوداه به د تل دپاره آباد وى، او يروشلم به تر ټولو نسلونو قائم پاتې شى.</verse>
				<verse number="21">زۀ به د هغوئ د قتلونو بدل اخلم کوم چې تر اوسه پورې ما نۀ دے اخستے. ځکه چې مالِک خُدائ په صيون کښې اوسيږى.“</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="30">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د عاموس پېغام، چې د تقوع ښار يو شپون وو. دا هغه پېغام دے څۀ چې هغۀ د زلزلې نه دوه کاله مخکښې د اِسرائيل په حقله په رويا کښې وليدل، کله چې عُزياه د يهوداه بادشاه وو او يربعام د يهوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د صيون نه غړمبيږى، او د يروشلم نه غوريږى. د شپونکو د څرن ځايونه به اوچ شى، او د کرمل د غرۀ په سر واښۀ به مړاوے شى.“</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د دمشق خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. هغوئ زما خلق په جِلعاد کښې وهلى دى داسې لکه په تريشر چې غله دانه ټکولے شى.</verse>
				<verse number="4">نو زۀ به د حِزائيل په شاهى محل اور نازل کړم او دا به د بِن‌حدد قلعه ګانې وسوزوى.</verse>
				<verse number="5">زۀ به د دمشق دروازې ماتې کړم او د آون د وادۍ بادشاه چې په تخت ناست دے به ووژنم، زۀ به د بيت‌عدن بادشاه تباه کړم. د آرام خلق به د قير مُلک ته جلاوطن شى،“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د غزه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ ټوله علاقه جلاوطن کړه او ادوم باندې يې خرڅه کړه،</verse>
				<verse number="7">نو زۀ به د غزه په دېوالونو اور نازل کړم، او هغه به د دې قلعه ګانې وسوزوى.</verse>
				<verse number="8">زۀ به د اشدود خلق وژنم او د اسقلون بادشاه به تباه کړم. بيا به زۀ په عقرون حمله وکړم او يو څو فلستيان چې ژوندى پاتې دى به هم مړۀ شى،“ دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د صور خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د بنى اِسرائيلو سره د ورورولۍ د لوظ لحاظ ونۀ کړو بلکې ټوله علاقه يې جلاوطن کړه او په ادوم يې خرڅه کړه.</verse>
				<verse number="10">نو زۀ به د صور په دېوالونو اور رانازل کړم او دا به د هغې ټولې قلعه ګانې وسوزوى.“</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د ادوم خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ خپلو وروڼو بنى اِسرائيلو پسې تُوره په لاس منډې وهلې او په هغوئ يې هيڅ رحم نۀ کولو. او خپله غصه يې جارى وساتله، او غصه يې د قابو نه بهر کېده.</verse>
				<verse number="12">نو زۀ به په تيمان اور نازل کړم او دا به د بُصره قلعه ګانې تباه کړى.“</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د عمون خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د جِلعاد د اُميدوارو ښځو خيټې وڅيرلې د دې دپاره چې خپل سرحدونه لوئ کړى.</verse>
				<verse number="14">نو زۀ به د ربه په دېوالونو اور نازل کړم، او دا به د هغې ټولې قلعه ګانې وسوزوى. د جنګ په ورځ به د جنګ دغه شان چغې اورېدے شى، لکه د طوفان په ورځ چې تېزه سيلۍ وى.</verse>
				<verse number="15">د هغوئ بادشاه به خپلو آفسرانو سره يو ځائ جلاوطن شى،“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د موآب خلقو بار بار ګناه کړې ده، او زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د ادوم د بادشاه هډُوکى وسوزول او ايرې يې کړل.</verse>
				<verse number="2">نو زۀ به په موآب اور نازل کړم، دا به د قريوت قلعه ګانې وسوزوى. څنګه چې د جنګ لويه اله ګوله شى او بيګل وغږيږى نو موآب به د جنګ په تاو کښې هلاک شى.</verse>
				<verse number="3">زۀ به د موآب بادشاه سره د هغۀ د آفسرانو تباه کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د يهوداه خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ شريعت رد کړو او د هغۀ په حُکمونو يې عمل ونۀ کړو. ځکه چې هغوئ د دروغو خُدايانو بې‌لارې کړل، هغه خُدايانو چې د دوئ پلار نيکونو يې پيروى کوله.</verse>
				<verse number="5">نو زۀ به په يهوداه اور نازل کړم او دا به د يروشلم قلعه ګانې وسوزوى.“</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيل خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ صادقان خلق په سپينو زرو او غريبانان په يو جوړ څپلو خرڅوى.</verse>
				<verse number="7">هغوئ د غريبانانو سرونه لکه د زمکې د خاورى په شان د پښو لاندې کوى او نۀ پرېږدى چې مظلومانو ته اِنصاف مِلاو شى. پلار او زوئ هم يوې ښځې سره څملى او زما د پاک نوم بې‌حرمتى کوى.</verse>
				<verse number="8">هغوئ د هرې قربان‌ګاه په خوا کښې په هغه کپړو کښې چې په ضمانت کښې اخستے شوې وى څملى. د خپل خُدائ په کور کښې هغوئ په هغه پېسو مے څښى چې د بې‌اِنصافۍ د جرمانې په طور اخستلے شوې دى.</verse>
				<verse number="9">خو زما خلقو وکتل چې ما اموريان تباه کړل، اګر کۀ هغوئ د دِيار په شان لوَړ او د څېړۍ په شان مضبوط وُو. ما بره نه د هغې مېوه او لاندې نه جرړې وويستلې او برباد مې کړل.</verse>
				<verse number="10">هم ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ، او څلوېښت کاله مې په صحرا کښې ستاسو لارښودنه وکړه چې تاسو د اموريانو زمکه قبضه کړئ.</verse>
				<verse number="11">هم ما ستاسو ځينې زامن پېغمبران جوړ کړل او څۀ ځوانان مې د خِدمت دپاره د نذير په حيثيت وقف کړل. ولې دا رښتيا نۀ دى زما خلقو بنى اِسرائيلو؟“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="12">”خو تاسو د نذير په حيثيت په وقف شوو خِدمت کوونکو مے وڅښل او د هغوئ قَسم مو مات کړو او پېغمبرانو ته مو حکم وکړو چې، پېشګويانې مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="13">نو بيا، زۀ به تاسو داسې دباؤ کړم لکه څنګه چې د غلې نه ډکه ګاډۍ دباؤ وى.</verse>
				<verse number="14">نۀ به تېزه منډه وهونکى وتښتېدے شى، او نۀ به طاقتور کښې طاقت پاتې شى، او نۀ به جنګيالى خپل ژوند بچ کړے شى.</verse>
				<verse number="15">نۀ به غشى ويشتونکى، نۀ به تېزه منډه وهونکى او نۀ به په آس سوارۀ خپل ژوند بچ کړے شى.</verse>
				<verse number="16">په هغه ورځ به تکړه فوجيان هم بربنډ وتښتى،“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">دا کلام واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خلاف فرمائى، اے بنى اِسرائيلو، دا د هغه ټولو قبيلو خلاف دے چې ما د مِصر نه بهر راويستى دى،</verse>
				<verse number="2">”صرف تاسو يئ چې ما د زمکې په ټولو قومونو کښې خوښ کړى يئ، نو ځکه به زۀ تاسو ته ستاسو د ټولو ګناهونو په وجه سزا درکړم.</verse>
				<verse number="3">آيا دوه کسان يو ځائ سفر کولے شى ترڅو چې هغوئ داسې کولو باندې متفِق نۀ وى؟</verse>
				<verse number="4">آيا زمرے په ځنګل کښې غړمبيږى کله چې د هغۀ ښکار نۀ وى؟ آيا هغه په خپل غار کښې غړمبيږى کله چې هغۀ څۀ نۀ وى نيولى؟</verse>
				<verse number="5">آيا يو مارغۀ په لټ کښې ګېرېدے شى کله چې ورته د ګېرېدو دپاره څۀ نۀ وى؟ آيا دام په زمکه په خپله بنديږى کله چې ښکار د ګېرېدو دپاره نۀ وى؟</verse>
				<verse number="6">کله چې په ښار کښې بيګل وغږيږى نو خلق نۀ يريږى؟ کله چې يو ښار باندې افت راشى آيا دا مالِک خُدائ نۀ وى راوستے؟</verse>
				<verse number="7">يقيناً چې قادر مطلق خُدائ هيڅ نۀ کوى ترڅو چې خپله منصوبه خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته څرګنده نۀ کړى.</verse>
				<verse number="8">خو اوس زمرے په غړمبېدو دے نو څوک به نۀ يريږى؟ اوس خو قادر مطلق خُدائ خپل کلام وفرمائيلو، نو څوک به د هغۀ د پېشګويۍ ورکولو نه اِنکار وکړى؟“</verse>
				<verse number="9">د اشدود قلعه ګانو ته او د مِصر قلعه ګانو ته اعلان وکړه چې، ”د سامريه په غرونو راغونډ شئ او وګورئ چې په دې ښار کښې څۀ کيږى. څومره لويه ګډوډى ده پکښې او څومره ظلم د هغې خلقو سره کيږى.“</verse>
				<verse number="10">مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې صحيح کار څنګه وکړى. هغوئ خپلې قلعه ګانې د هغه مال نه ډکې کړې دى کوم چې په ظلم زياتې او غلا سره اخستے شوے دے.“</verse>
				<verse number="11">نو ځکه قادر مطلق خُدائ ‏‏داسې فرمائى چې، ”دشمن به ستاسو وطن محاصره کړى او ستاسو پخې قلعې به راوغورزوى او ستاسو قلعې به لوټ کړى.“</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ دا فرمائى، ”لکه څنګه چې يو شپون د ازمرى د خولې نه د ګډې د پښې يو دوه هډوکى يا د غوږ يوه ټوکړه بچ کړى، نو دغسې به هغه بنى اِسرائيل چې په سامريه کښې اوسيږى هغوئ به دومره برباد شى او داسې به پاتې شى لکه چې د کټ يو بازو او د کُرسۍ يوه پښه باقى پاتې شى.“</verse>
				<verse number="13">قادر مطلق خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائى، ”واورئ، او د يعقوب د خاندان خلاف ګواهى ورکړئ.</verse>
				<verse number="14">په کومه ورځ چې زۀ بنى اِسرائيلو له د ګناهونو سزا ورکوم، زۀ به د بيت‌ايل قربان‌ګاه تباه کړم. د هرې قربان‌ګاه ښکرونه به مات شى او په زمکه به راوغورزولے شى.</verse>
				<verse number="15">زۀ به د اوړى کورونه او د ژمى کورونه دواړه تباه کړم. هغه کورونه چې د هاتى په غاښونو ښائسته کړے شوى دى هغه به تباه شى او دا محلونه به باقى پاتې نۀ شى،“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">”ما ته غوږ ونيسئ، د سامريه په غرونو اے د بسن څربه غواګانو، تاسو هغه ښځې يئ چې په غريبانانو ظلم کوئ او ضرورتمند د پښو لاندې کوئ، او څوک چې خپلو خاوندانو ته همېشه وائى چې، مونږ له د څښلو دپاره مے راوړئ.</verse>
				<verse number="2">قادر مطلق خُدائ په خپل پاکوالى قسم وکړو چې هغه وخت به يقيناً راشى چې تاسو ته به پوزو کښې کُنډې واچولے شى او په راښکلو به بوتلے شئ، تاسو هر يو کس به داسې راښکلے شئ لکه څنګه چې په کُنډه کښې کب راښکلے شى.</verse>
				<verse number="3">تاسو هر يو به په دېوالونو کښې د جوړو شوو لارو نه په زور وويستلے شئ، تاسو به بهر د حرمون شمال طرف ته وغورزولے شئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="4">”نو بيا خو لاړ شئ او په بيت‌ايل کښې بُتانو ته قربانۍ پېش کړئ. په جِلجال کښې نافرمانۍ جارى ساتئ. هر سحر قربانى کوئ، او په هره درېمه ورځ خپله لسمه حِصه راوړئ.</verse>
				<verse number="5">خمبيره روټۍ د شکرانې په طور پېش کړئ بيا په اوچت آواز د هغه قربانو اعلان وکړئ کومې چې تاسو په خپله خوښه کوئ. ځکه چې داسې کارونه کول تاسو بنى اِسرائيل ډېر خوښوئ،“ دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="6">”ما په هر ښار لوږه راوسته او په هر کلى مې قحط راوستو. خو بيا هم تاسو ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="7">”کله چې ستاسو فصل ته د باران سخت ضرورت وو نو ما د دې ورېدل بند کړل. ما په يو کلى باران وورولو خو په بل کلى مې ونۀ ورولو. په يو پټى باران وشو، خو بل پټے اوچ شو.</verse>
				<verse number="8">خلق د اوبو په لټون کښې کلى په کلى سرګردانه ګرځېدل، خو هلته هم د څښلو دپاره کافى اوبۀ نۀ وې. خو بيا هم تاسو ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="9">”ما ستاسو په فصلونو او د انګورو په باغونو تِليا او بيمارى راوسته. د قحطۍ مُلخانو ستاسو د اينځرو او د زيتُونو ونې وخوړلې. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="10">”ما په تاسو وباګانې راوستلې څنګه مې چې په مِصريانو رالېږلې وې. ما ستاسو زلمى په تُوره ووژل، او ستاسو ټول آسونه مې بوتلل. ما ستاسو په لښکر ګاه کښې ستاسو پوزې د مړو د بوئ نه ډکې کړې. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="11">”ما ستاسو څۀ خلق تباه کړل لکه څنګه چې مې د سدوم او عموره خلق تباه کړى وُو. تاسو د هغه نيم سوزېدونکى لرګى په شان وئ کوم چې د اور نه راښکلے شوے وى، خو تاسو بيا هم ما ته راونۀ ګرځېدئ،“ مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="12">”نو اے بنى اِسرائيلو، تاسو به وګورئ چې زۀ درسره څۀ کوم، نو ځکه زۀ درسره داسې کوم، نو د خپل خُدائ پاک سره د ملاقات دپاره تيار شئ، اے بنى اِسرائيلو.“</verse>
				<verse number="13">ځکه چې مالِک خُدائ هم هغه دے چا چې غرونه پېدا کړى دى، او هوا يې پېدا کړې ده، او خپل خيالات بنى آدم ته څرګندوى. هغه د سحر رڼا په تيارۀ بدلوى او د زمکې په اوچتو ځايونو باندې ګرځى. د هغۀ نوم مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">اے بنى اِسرائيلو، زۀ چې د غم کومه سندره ستاسو په حقله وايم، هغې ته غوږ ونيسئ،</verse>
				<verse number="2">”پېغله بنى اِسرائيل راغورزېدله ده، بيا به هيڅکله دوباره نۀ راپاڅى. هغه په خپله زمکه يواځې راغورزېدلې ده چې هيڅوک به يې دوباره ونۀ دروى.“</verse>
				<verse number="3">مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ”د بنى اِسرائيلو د يو ښار نه چې زر فوجيان د جنګ دپاره ولېږلے شى، نو صرف سل به په کښې پاتې شى، او چې د يو بل ښار نه يې سل فوجيان ولېږلے شى، نو صرف لس به په کښې واپس راشى.“</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قوم ته داسې فرمائى، ”ما ولټوئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.</verse>
				<verse number="5">مۀ بيت‌ايل لټوئ، او مۀ جِلجال ته ځئ، او مۀ بيرسبع ته سفر کوئ ځکه چې د جِلجال خلق به يقيناً جلاوطن کړے شى، او بيت‌ايل به نيست و نابود کړے شى.“</verse>
				<verse number="6">د مالِک خُدائ طلبګار شئ نو ژوندى به پاتې شئ، ګنې هغه به د يوسف خاندان لکه د اور وسوزوى، او بيت‌ايل به خاورې ايرې کړى او هيڅوک به داسې نۀ وى چې هغه اور مړ کړى.</verse>
				<verse number="7">تاسو هغه څوک يئ چې اِنصاف په ګنډير بدلوئ او صداقت په زمکه راغورزوئ.</verse>
				<verse number="8">هغه چا چې ستورى پېدا کړى دى، چا چې د ستورو غومپک پېدا کړے دے. او څوک چې تيارۀ د سحر په رڼا بدلوى، او د ورځې رڼا په شپه بدلوى. څوک چې د سمندر اوبۀ راوغواړى او د زمکې په مخ يې وراړوى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے.</verse>
				<verse number="9">هغه په زورَورو خلقو سمدستى تباهى راولى او د هغوئ مضبوطې قلعه ګانې تباه کوى.</verse>
				<verse number="10">تاسو د هغوئ نه نفرت کوئ څوک چې په عدالت کښې اِنصاف کوى، او هغوئ سپکوئ څوک چې حقيقت وائى.</verse>
				<verse number="11">تاسو په غريبانانو ظلم کوئ او د هغوئ په غله د حد نه زيات ټيکس لګوئ. نو په دې وجه اګر کۀ تاسو د کاڼو نه ښائسته کورونه جوړ کړى دى خو تاسو به په هغې کښې نۀ اوسېږئ، اګر کۀ تاسو د انګورو ډک باغونه کَرلى دى خو تاسو به د هغې مے ونۀ څښئ.</verse>
				<verse number="12">ما ته پته ده چې ستاسو جرمونه څومره ډېر دى او ستاسو ګناهونه څومره لوئې دى. تاسو په صادقانو ظلم کوئ او رشوتونه اخلئ او د غريبانانو سره په عدالت کښې اِنصاف نۀ کوئ.</verse>
				<verse number="13">نو په دې وجه هوښيار انسان په داسې وخت کښې خاموشه وى، ځکه چې زمانه ډېره خرابه ده.</verse>
				<verse number="14">د ښو لټون کوئ او بدو پسې مۀ ګرځئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ. نو بيا به مالِک خُدائ، ربُ الافواج ستاسو مل وى، لکه څنګه چې تاسو دعوىٰ کوئ چې هغه ستاسو مل دے.</verse>
				<verse number="15">د بدو نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره مينه کوئ، او په عدالت کښې اِنصاف قائم کړئ. نو کېدے شى چې مالِک خُدائ، ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو په باقى پاتې شوو خلقو رحم وکړى.</verse>
				<verse number="16">نو ځکه مالِک خُدائ، ربُ الافواج قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په ټولو کوڅو کښې به ژړاګانې وى او په هر چوک کښې به د مړو وير وى. زمينداران د ماتم کولو دپاره راوغوښتلے شى او کسبى ماتم کوونکى به د ژړا دپاره راوغوښتلے شى.</verse>
				<verse number="17">د انګورو په ټولو باغونو کښې به ژړاګانې وى، ځکه چې زۀ به ستاسو د سزا دپاره ستاسو په مينځ کښې تېر شم،“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="18">په تاسو دې افسوس وى څوک چې د مالِک خُدائ د قيامت د ورځې ارمان کوئ. تاسو ولې د مالِک خُدائ د قيامت د ورځې ارمان کوئ؟ دا به ستاسو دپاره د رڼا نه بلکې د تيارې ورځ وى.</verse>
				<verse number="19">دا به داسې وى لکه چې څوک د ازمرى نه تښتى او مېلو ته مخامخ شى، او يا خپل کور ته لاړ شى او لاس په دېوال باندې کېږدى او مار يې وچيچى.</verse>
				<verse number="20">آو، د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به تيارۀ او د نااُميدۍ سبب وى. دې کښې به د خوشحالۍ يا د اُميد رڼا نۀ وى.</verse>
				<verse number="21">”زۀ ستاسو اخترونو نه سخت نفرت کوم او ستاسو مذهبى محفلونه ما ته هيڅ خوشحالى نۀ راکوى.</verse>
				<verse number="22">اګر کۀ تاسو ما ته سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې راوړئ، نو زۀ به دا قبولې نۀ کړم. اګر کۀ تاسو ما ته د څورب ځناورو د خپلې خوښې نذرانې پېش کړئ زۀ به دې ته هيڅ نظر ونۀ کړم.</verse>
				<verse number="23">د خپلو سندرو شور زما نه اخوا کړئ، زۀ ستاسو د رباب ساز اورېدل نۀ غواړم.</verse>
				<verse number="24">د دې په ځائ دې اِنصاف لکه د اوبو د چپو په شان وبهيږى، او صداقت د هغه سيند په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى.</verse>
				<verse number="25">اے بنى اِسرائيلو، کله چې تاسو د څلوېښتو کالو دپاره په بيابان کښې وئ نو ما ته مو کله قربانۍ او نذرانې راوړې دى څۀ؟</verse>
				<verse number="26">خو اوس چې تاسو د سکوت بُت عبادت وکړو کوم چې تاسو خپل بادشاه منئ، او کيوان چې ستاسو په ستورو کښې معبود دے، نو تاسو به دا بُتان په خپلو اوږو ګرځوئ.</verse>
				<verse number="27">نو په دې وجه به زۀ تاسو د دمشق نه هم اخوا جلاوطن کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى، د چا نوم چې قادر مطلق خُدائ دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">”په تاسو دې افسوس وى څوک چې په صيون کښې په آرام پراتۀ يئ، او په تاسو هم څوک چې خپل ځان د سامريې په غر محفوظ ګڼئ. تاسو په بنى اِسرائيلو کښې نامتو او مشهور يئ، چا له چې خلق د مدد غوښتلو دپاره ورځى.</verse>
				<verse number="2">تاسو کلنه ښار ته لاړ شئ او وګورئ چې هلته څۀ شوى دى. بيا د حمات لوئ ښار ته لاړ شئ، او بيا په فلستيه کښې د جات ښار ته ورکوز شئ. تاسو خو د هغوئ نه څۀ زيات ښۀ نۀ يئ؟ ولې ستاسو علاقه د هغوئ نه لويه ده څۀ؟</verse>
				<verse number="3">تاسو دا نۀ منئ چې د مصيبت هغه ورځ به راشى، بلکې تاسو د بې‌اِنصافۍ حکومت قائم کړے دے.</verse>
				<verse number="4">په تاسو افسوس چې د هاتى په غاښونو په ښائسته کړے شوى پالنګونو کښې اودۀ کېږئ او په حُجره کښې په کټونو کښې غزېږئ. تاسو د خوراک دپاره د خپلو رمو نه د خوښې ګډورى او د خپل مال نه څربه سخى خوښوئ.</verse>
				<verse number="5">تاسو په سريندو کښې بې‌مطلبه سازونه غږوئ او خپل ځان د داؤد سره د برابرولو کوشش کوئ.</verse>
				<verse number="6">تاسو د ميو ډک جامونه څښئ او اعلىٰ عطر لګوئ، خو تاسو د خپل مُلک په تباهۍ څۀ خفګان نۀ کوئ.</verse>
				<verse number="7">نو ځکه تاسو به اولنى خلق يئ چې جلاوطن به شئ، او ستاسو مېلې او غزېدل به ختم شى.“</verse>
				<verse number="8">قادر مطلق خُدائ په خپل ذات قسم کړے دے. مالِک خُدائ، ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ د يعقوب د غرور نه کرکه کوم، او د هغۀ مضبوطو قلعه ګانو نه نفرت کوم. زۀ به ښار او په دې کښې چې هر څۀ دى دشمن ته حواله کړم.“</verse>
				<verse number="9">کۀ په يو خاندان کښې لس سړى پاتې وى نو هغوئ به هم مړۀ شى.</verse>
				<verse number="10">او چې کله د هغوئ يو خپلوان راشى څوک چې د هغوئ د مړو د دفن کولو ذمه وار وى او کور ته ورننوځى چې مړى رابهر کړى، نو هغه به د آخرى بچ شوى کس نه تپوس وکړى، ”آيا تا سره نور څوک شته؟“ نو هغه به وائى چې، ”نه،“ نو کله چې هغه ورته قسم خوړل غواړى، نو بيا به هغه ورته ووائى چې، ”چپ شه، مونږ له په کار دى چې د مالِک خُدائ نوم وانۀ خلو.“</verse>
				<verse number="11">کله چې مالِک خُدائ حکم وکړى، نو بيا به هغه غټ او واړۀ کورونه دړې وړې کړى.</verse>
				<verse number="12">آيا آسونه په غټو کاڼو کښې منډې وهلے شى؟ آيا څوک په غوَيانو باندې سمندر قلبه کولے شى؟ خو تاسو اِنصاف په ګنډير بدل کړے دے او د صداقت مېوه مو په بدۍ بدله کړې ده.</verse>
				<verse number="13">تاسو د لودبار په فتح خوشحالى کوئ، او وايئ چې، ”آيا مونږ په خپل طاقت سره قرنَيم نۀ دے نيولے څۀ؟“</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ، ربُ الافواج په خپله فرمائى چې، ”اے بنى اِسرائيله، زۀ به ستا خلاف يو قوم درولېږم، چې په تاسو به د ليبو‌حمات نه تر عرابه وادۍ پورې ظلم کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">قادر مطلق خُدائ ما ته په رويا کښې دا وښودل چې، هغۀ د قحطۍ مُلخانو لښکرې د حملې دپاره تيارولې. دا په هغه وخت کښې وشول کله چې د بادشاه د برخې وړومبے فصل رېبلے شوے وو او د دوېم فصل د راختلو وخت وو.</verse>
				<verse number="2">ما په خپله رويا کښې وليدل چې د قحطۍ مُلخانو د زمکې ټول شينکے وخوړلو، نو بيا ما ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه مونږ معاف کړه، ګنې مونږ به ژوندى پاتې نۀ شُو، ځکه چې د بنى اِسرائيلو قوم ډېر وړوکے دے.“</verse>
				<verse number="3">نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه، چې، ”داسې به بيا کله ونۀ شى،“ مالِک خُدائ وفرمائيل.</verse>
				<verse number="4">نو قادر مطلق خُدائ ما ته بله رويا وښودله، په رويا کښې ما وکتل چې هغه تيارے کوى چې خپلو خلقو له د غټ اور په ذريعه سزا ورکړى. هغه اور د سمندر بېخ وسوزولو او ټوله زمکه يې تباه کړه.</verse>
				<verse number="5">نو بيا ما چغې کړې، ”اے قادر مطلق خُدايه زۀ تا ته زارى کوم، بس کړه. ګنې مونږ به ژوندى پاتې نۀ شُو، ځکه چې د بنى اِسرائيلو قوم ډېر کمزورے دے.“</verse>
				<verse number="6">نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه، چې، ”داسې به بيا کله ونۀ شى.“ مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل.</verse>
				<verse number="7">نو بيا ما ته مالِک خُدائ يوه بله رويا وښودله. په دې کښې ما وليدل چې مالِک خُدائ د يو داسې دېوال په خوا کښې ولاړ وو چې د سال سره جوړ وو او د هغۀ په لاس کښې سال وو.</verse>
				<verse number="8">او مالِک خُدائ زما نه تپوس وکړو چې، ”عاموسه، تا ته څۀ ښکارى؟“ نو ما ورته جواب ورکړو چې، ”سال.“ بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”وګوره، زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې سال لګوم، زۀ به نور د هغوئ ګناهونه پرې نۀ ږدم.</verse>
				<verse number="9">په کومو علاقائى عبادتخانو کښې چې د اِسحاق اولاد عبادت کولو هغه به تباه شى او د بنى اِسرائيلو مقدس ځايونه به هم کنډرې شى، او زۀ به د يربعام خاندان نيست و نابود کړم.“</verse>
				<verse number="10">نو بيا د بيت‌ايل اِمام امصياه د اِسرائيل بادشاه يربعام له دا خبر ورولېږلو چې، ”عاموس د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې ستا خلاف سازشونه جوړوى. د هغۀ وينا د برداشت نه بهر ده.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې عاموس داسې فرمائى چې، يربعام به په تُوره مړ شى، او بنى اِسرائيل به د خپل مُلک نه پردى مُلک ته جلاوطن کړے شى.“</verse>
				<verse number="12">بيا امصياه عاموس ته ووئيل، ”اے رويا کتونکيه، دلته نه اوځه. او واپس د يهوداه مُلک ته لاړ شه. هلته خپل رزق وګټه او هلته خپلې پېشګويانې کوه.</verse>
				<verse number="13">دلته په بيت‌ايل کښې نورې پېشګويانې مۀ کوه، ځکه چې بادشاهى محل او بادشاهى عبادتخانه دلته ده.“</verse>
				<verse number="14">خو عاموس امصياه ته جواب ورکړو، ”نۀ زۀ پېغمبر يم او نۀ د پېغمبر زوئ يم، زۀ صرف يو شپون يم او د اينځر د ونو خيال هم ساتم.</verse>
				<verse number="15">خو مالِک خُدائ زۀ د شپونتوب نه راروان کړم او حُکم يې راکړو چې، لاړ شه او زما خلقو اِسرائيل ته پېشګوئې وکړه.</verse>
				<verse number="16">نو بيا اوس د مالِک خُدائ کلام ته غوږ شه. تۀ وائې چې، د بنى اِسرائيل خلاف پېشګوئې مۀ کوه. او د اِسحاق د قوم خلاف تبليغ بند کړه.</verse>
				<verse number="17">نو په دې وجه مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ستا ښځې نه به د ښار کنجره جوړه شى، او ستا زامن او لوڼه به په تُوره مړۀ شى. ستا مُلک به ناپ کړے شى او تقسيم به شى، او تۀ به په خپله په يو ناپاک مُلک کښې مړ شې. او بنى اِسرائيل به د خپل مُلک نه پردى مُلک ته جلاوطن کړے شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">ما ته مالِک خُدائ يوه بله رويا وښودله. په دې کښې مې د پخې مېوې يوه ټوکرۍ وليدله.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ تپوس وکړو، ”اے عاموسه، تا څۀ وليدل؟“ نو ما ورته جواب ورکړو، ”د پخې مېوې ډکه ټوکرۍ مې وليدله.“ بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وخت پوخ شوے دے، زۀ به نور هغوئ د سزا نه بغېر نۀ پرېږدم.“</verse>
				<verse number="3">قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ، به د عبادتخانې سندرې په ژړا او ماتم بدلې شى. ډېر مړى به په هر ځائ کښې په خاموشۍ پراتۀ وى.“</verse>
				<verse number="4">واورئ اے هغه خلقو څوک چې ضرورتمند راغورزوئ او د مُلک غريبانان تباه کوئ.</verse>
				<verse number="5">تاسو خپل ځان سره وايئ چې، ”کله به د نوې مياشت ورځ ختمه شى او کله به د سبت ورځ تېره شى چې مونږ خپل د غلې ګودامونه کولاو کړُو او غله خرڅه کړُو؟ او مونږ ناپ تول کښې چل وَل وکړُو، او د څيزونو قيمتونه اوچت کړُو، او په تله کښې ټګى او دوکه وکړُو.</verse>
				<verse number="6">غريبانان په سپينو زرو او ضرورتمند په يوه جوړه څپلو اخلو، او غنم هم د بوسو سره خرڅوو.“</verse>
				<verse number="7">هغه مالِک خُدائ چې يعقوب ورباندې فخر کوى قسم وکړو چې، ”زۀ به هيڅکله هغه کارونه هېر نۀ کړم چې دوئ کړى دى.</verse>
				<verse number="8">د دې په وجه به زمکه ولړزيږى او څوک هم چې په دې مُلک کښې اوسيږى هغه به ماتم کوى. لکه څنګه چې په مِصر کښې د نيل درياب د سېلاب په وخت کښې اوچتيږى داسې به ټوله زمکه اوچته شى، او بيا به دوباره کښېنى.“</verse>
				<verse number="9">مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ به زۀ نمر په نيمه ورځ ښکته کړم او په زمکه به په رڼا ورځ تيارۀ راولم.</verse>
				<verse number="10">زۀ به ستاسو مذهبى اخترونه په ماتم بدل کړم او ستاسو د خوشحالۍ ټولې سندرې به د غم په سندرو بدلې کړم. زۀ به په ټولو د ټاټ جامې واغوندمه او سرونه به پرې ګنجيان کړم. خلق به داسې ماتم کوى لکه چې اېک يو زوئ يې مړ وى. هغه ورځ به څومره سخته وى.“</verse>
				<verse number="11">قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”هغه ورځې راروانې دى، کله چې زۀ په زمکه باندې قحط راولم. خو دا به د لوږې او تندې قحط نۀ وى، بلکې دا به د خُدائ پاک د کلام د نۀ اورېدلو قحط وى.</verse>
				<verse number="12">خلق به د يو سمندر نه بل سمندر پورې او د شمال نه تر مشرق پورې ګرځى، چې د مالِک خُدائ کلام ولټوى، خو دوئ به يې پېدا نۀ کړى.</verse>
				<verse number="13">په هغه ورځ به ښائسته پېغلې او ځوانان د تندې نه بې‌هوشه شى.</verse>
				<verse number="14">کوم خلق چې د سامريه په شرمېدلو بُتانو قسم خورى، او يا وائى چې اے دان، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، او يا وائى چې اے بيرسبع، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، نو داسې خلق به راوغورزيږى او بيا به د پاڅېدو جوګه نۀ وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">ما وليدل چې مالِک خُدائ د قربان‌ګاه سره ولاړ وو. او هغۀ وفرمائيل چې، ”د عبادتګاه د ستنو پاس سرونه ووهئ چې بنيادونه يې ولړزيږى. د خلقو په سرونو يې ښکته راوغورزوئ، څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به زۀ په تُوره مړۀ کړم. يو به هم ونۀ تښتى، او هيڅ څوک به پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="2">کۀ هغوئ زمکه وکنى او لاندې عالمِ ارواح ته هم کوز شى، نو زما لاسونه به يې د هلته نه هم راوباسى. کۀ هغوئ آسمان ته هم وخېژى، نو زۀ به يې هلته نه ښکته راکوز کړم.</verse>
				<verse number="3">کۀ هغوئ د کرمل غر په سر هم خپل ځانونه پټ کړى، زۀ به يې هلته هم ولټوم او راګېر به يې کړم. کۀ هغوئ زما نه د سمندر په بېخ کښې پټ شى، نو زۀ به هلته سمندرى مار له حُکم ورکړم چې وې چيچى.</verse>
				<verse number="4">کۀ د هغوئ دشمنان هغوئ جلاوطن کړى، نو هلته به زۀ تُورې ته د هغوئ د قتلولو حُکم ورکړم. زۀ به خپل نظر په هغوئ وساتم د هغوئ د فائدې دپاره نه بلکې د هغوئ د نقصان دپاره.“</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ، چې زمکې له لاس وروړى نو زمکه ويلى شى. او د هغې ټول خلق ماتم کوى. ټوله زمکه داسې اوچتيږى لکه څنګه چې د سېلاب په وخت دريائے نيل راوچتيږى، او بيا واپس ښکته کيږى.</verse>
				<verse number="6">د مالِک خُدائ محل بره تر آسمانه پورې رسيږى، او د هغې بنياد يې په زمکه اېښے دے، هغه د سمندر نه اوبۀ راوباسى او د باران په شکل يې دوباره په زمکه راوروى. د هغۀ نوم مالِک خُدائ دے.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، ولې تاسو ګنې ما ته د ايتهوپيا د خلقو نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟ ما بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل، خو ما فلستيان هم د کريتې نه او آراميان مې د قير نه هم راوويستل.</verse>
				<verse number="8">ګوره، زۀ قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو ګناهګاره قوم وينم. زۀ به دا د زمکې د مخ نه ختم کړم. خو زۀ به هيڅکله د يعقوب خاندان مکمل نۀ ختموم. مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="9">نو زۀ به حُکم ورکړم، او زۀ به د بنى اِسرائيلو قوم په نورو قومونو کښې داسې چاڼ کړم لکه څنګه چې په چج غله چاڼ کيږى، او يو کاڼے به هم په غله کښې ترې نه لاړ نۀ شى.</verse>
				<verse number="10">ټول ګناه ګار چې زما په خلقو کښې دى په تُوره به مړۀ شى، هغوئ ټول به مړۀ شى چې داسې وائى، نۀ به په مونږ افت راځى او نۀ به تباه کيږُو.</verse>
				<verse number="11">په هغه ورځ به زۀ د داؤد نړېدلے کور بيا آباد کړم. زۀ به د دې خراب شوى دېوالونه جوړ کړم او کنډر به يې بيا ودان کړم او لکه د پخوا په شان به يې بيا آباد کړم،</verse>
				<verse number="12">نو بنى اِسرائيل به د ادوم په پاتې ځايونو قبضه وکړى او په ټولو هغه قومونو به قبضه وکړى چې زما په نوم دى.“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے، څوک چې به دا هر څۀ کوى.</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راروانې دى چې فصلونه به ډېر زيات وى. او فصل رېبلو له به دومره وخت پکار وى چې قُلبه کوونکى به فصل رېبونکو پسې زمکه تياروى. د انګورو فصل به هم، هم داسې وى، د انګورو د زياتوالى په وجه به د هغې نه د رس ويستلو دپاره دومره وخت پکار وى چې ورسره به تخم کرونکى خپل کر شروع کړى. د زياتوالى له وجې به نوى مے د غرونو نه راڅاڅى او د ټولو غونډو نه به رابهيږى.</verse>
				<verse number="14">زۀ به خپل جلاوطنه خلق بنى اِسرائيل واپس راولم، هغوئ به خپل کنډر شوى ښارونه بيا آباد کړى او په کښې به اوسيږى، هغوئ به د انګورو باغونه وکَرى او د دې مے به څښى، هغوئ به باغونه وکَرى او د دې مېوه به خورى.</verse>
				<verse number="15">زۀ به بنى اِسرائيل د هغوئ په خپل مُلک کښې وکَرم، او دوئ به هيڅکله بيا د بېخ نه راونۀ ويستلے شى د هغه مُلک نه چې ما ورته ورکړے دے،“ ستاسو مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="31">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">دا د عبدياه رويا ده. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ يې د ادوم د قوم په حقله فرمائى، مونږ د مالِک خُدائ نه يو پېغام واورېدو، هغۀ يو پېغمبر قومونو ته ولېږلو چې ورته وفرمائى، ”پاڅئ، او راځئ چې په ادوم حمله وکړُو.“</verse>
				<verse number="2">اے ادومه ګوره، زۀ به تا په قومونو کښې وړوکے کړم، تۀ به ډېر سپک شې.</verse>
				<verse number="3">تۀ خپل غرور دوکه کړے يې، تۀ چې د غرونو په غارونو کښې اوسېږې، او په اوچتو ځايونو کښې خپل کور جوړوې، تۀ چې د خپل ځان سره وائې چې، ”څوک ما لاندې زمکې ته راوستلے شى؟“</verse>
				<verse number="4">خو تر دې کۀ تاسو د باز په شان اوچت هم والوځئ، او خپله جاله د ستورو سره جوړه کړئ، نو زۀ به هلته نه هم تاسو لاندې راولم، مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="5">کۀ غلۀ د شپې راشى او تا لوټ کړى، نو هغوئ به تا نه دومره څۀ پټ کړى څومره چې غواړى. کله چې خلق انګور راټولوى نو څۀ نه څۀ ترې نه پاتې شى. خو ستاسو دشمن به تاسو مکمل جارُو کړى.</verse>
				<verse number="6">د ادوم خلق، د عِيسو اولاد به په پوره توګه لوټ کړے شى، او د هغوئ پټې خزانې به يوړے شى.</verse>
				<verse number="7">تر دې چې ستا ټول اِتحاديان به هم تا ستا د خپل مُلک نه وزغلوى، ستا خپل ملګرى به تا دوکه کړى او په تا به زورَور شى. ستا اعتبارى دوستان به تا ته دام خور کړى، خو تا ته به دا معلوم نۀ وى.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ فرمائى، په هغه ورځ به د ادوم په ټوله علاقه کښې يو هوښيار کس هم باقى پاتې نۀ شى، ځکه چې د ادوم په غرونو به زۀ هغه هر يو کس تباه کړم څوک چې عقل لرى.</verse>
				<verse number="9">اے تيمانه، ستا جنګيالى به ويريږى، او د ادوم په غرونو کښې هر يو کس به حلال کړے شى.</verse>
				<verse number="10">تا خپل ورور يعقوب سره ظلم کړے دے نو په دې وجه به تۀ په شرمونو وشرمېږې او د همېشه دپاره به تباه او برباد شې.</verse>
				<verse number="11">په هغه ورځ تۀ لرې ولاړ وې کله چې غېر مُلکيان د هغۀ دروازو ته ورننوتل او د هغۀ نه يې مال دولت يوړلو، او د يروشلم د تقسيمولو دپاره يې پچه واچوله. نو تا په هيڅ نۀ کولو داسې رويه خپله کړې وه لکه چې تۀ هم د بنى اِسرائيلو دشمن يې.</verse>
				<verse number="12">تا له د خپل ورور د بد قسمتۍ په ورځ خوشحالېدل نۀ دى پکار، او نۀ درله د يهوداه د خلقو د تباهۍ په ورځ خوشحالېدل پکار دى، او نۀ درله د هغوئ د تکليف په ورځ لافې کول په کار دى.</verse>
				<verse number="13">تا له نۀ وو په کار چې زما د خلقو دروازو ته ننوتلے وې د هغوئ د تباهۍ په ورځ، او نۀ درله په کار وو چې تۀ د هغوئ د تباهۍ په ورځ د هغوئ په مصيبت باندې خوشحاله شوے وې، او نۀ د هغوئ د تباهۍ په ورځ هغوئ لوټ کړې.</verse>
				<verse number="14">تا له نۀ وو په کار چې په چوکونو کښې ولاړ وې او هغوئ دې وژل څوک چې تښتېدل. تا له نۀ وو پکار چې هغه بچ شوى خلق دې نيول او دشمن ته دې حواله کول، په کومه ورځ چې هغوئ په مصيبت کښې وُو.</verse>
				<verse number="15">د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده، د ټولو قومونو دپاره. څنګه چې تاسو کړى دى، نو هم داسې به تاسو سره هم وشى. ستاسو عملونه به واپس ستاسو په خپل سر راشى.</verse>
				<verse number="16">اول تاسو زما په مقدس غرۀ زما د غضب جام وڅښلو، خو اوس به يې نور ټول قومونه څښى. بلکې هغوئ به دا په څښلو څښلو خالى کړى، او هغوئ به دې آخرى قطرې هم څټى. بيا به د هغوئ نام و نشان باقى پاتې نۀ شى، داسې به ښکارى لکه هغوئ چې بلکل وُو نه.</verse>
				<verse number="17">خو د صيون غر به د هغوئ دپاره د پناه ځائ شى څوک چې تښتى، دا به مقدس وى. او د يعقوب اولاد به دا ځائ د خپل ميراث په توګه قبضه کړى.</verse>
				<verse number="18">د يعقوب اولاد به لکه د اور په شان وى او د يوسف اولاد به لکه لمبه وى، او ادوم به لکه د بوسو په پوره توګه وسوزوى. د ادوم په اولاد کښې به څوک هم ژوندى پاتې نۀ شى. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="19">د نجب خلق به د ادوم غرونه قبضه کړى، او د ښکته علاقو خلق به د فلستيه مُلک قبضه کړى، هغوئ به د اِفرائيم او سامريه علاقې قبضه کړى، او د بنيامين خلق به جِلعاد قبضه کړى.</verse>
				<verse number="20">د بنى اِسرائيلو جلاوطن کړے شوى خلق چې په کنعان کښې دى به د صارفت پورې مُلک قبضه کړى، د يروشلم جلاوطن کړے شوى څوک چې په سفاراد کښې دى هغوئ به د نجب په ښارونو قبضه وکړى.</verse>
				<verse number="21">خلاصون ورکونکى به د صيون غرۀ ته بره وخېژى چې د ادوم په غرونو باندې حکومت وکړى. او مالِک خُدائ به پخپله بادشاه وى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="32">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام د امِتى په زوئ يُونس نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”سمدستى د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او د هغې خلاف زما د فېصلې اعلان وکړه، ځکه چې ما ليدلى دى چې د دغه ښار خلق څومره بدعمله دى.“</verse>
				<verse number="3">خو يُونس د مالِک خُدائ نه وتښتېدو او ترسيس ته روان شو. هغه يافا ښار ته ورسېدو، هلته هغۀ وکتل چې يو سمندرى جهاز ترسيس ته تلو والا دے. هغۀ کرايه ورکړه او سمندرى جهاز ته وختو او ترسيس ته روان شو چې د مالِک خُدائ نه وتښتى.</verse>
				<verse number="4">خو مالِک خُدائ په سمندر يو لوئ طوفان راوستو، او طوفان دومره تېز وو چې د جهاز د ماتېدو خطره وه.</verse>
				<verse number="5">د سمندرى جهاز ماڼکيان ډېر يرې واخستل او هر يو خپل خُدائ ته چغې وهلې. او هغوئ د جهاز د وزن سپکولو دپاره سامان سمندر ته وغورزولو. خو يُونس ښکته کوز شوے وو، هلته هغه په خوږ خوب اودۀ پروت وو.</verse>
				<verse number="6">د جهاز مشر هغۀ له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ څنګه اودۀ يې؟ پاڅه او خپل خُدائ ته سوال وکړه. کېدے شى چې هغه زمونږ خيال وساتى، او مونږ تباهۍ نه بچ شُو.“</verse>
				<verse number="7">د جهاز ماڼکيانو يو بل ته ووئيل چې، ”راځئ چې پچه واچوو چې پته ولګى چې څوک د دې افت ذمه وار دے.“ نو هغوئ پچه واچوله او پچه د يُونس د نوم راووتله.</verse>
				<verse number="8">نو هغوئ ورته ووئيل چې، ”مونږ ته ووايه چې څوک د دې ذمه وار دے چې مونږ ټولو ته يې دا مصيبت جوړ کړو؟ تۀ څۀ کار کوې؟ تۀ د چرته نه راغلے يې؟ تۀ د کوم مُلک يې؟ تۀ د کوم قوم يې؟“</verse>
				<verse number="9">هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ عبرانے يم او زۀ د مالِک خُدائ عبادت کوم، د آسمانى خُدائ پاک، چا چې زمکه او سمندر پېدا کړى دى.“</verse>
				<verse number="10">يُونس هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې، ”زۀ د مالِک خُدائ د حضور نه تښتم.“ دې هر څۀ اورېدو سره مسافر سخت ويرېدل او ورته يې ووئيل، ”دا تا څۀ کړى دى؟“</verse>
				<verse number="11">د سمندر چپې لا نورې هم زياتېدې نو هغوئ هغۀ نه تپوس وکړو، ”مونږ تا سره څۀ وکړُو چې مونږ دپاره دا سمندر په آرام شى؟“</verse>
				<verse number="12">”ما اوچت کړئ او سمندر ته مې وغورزوئ،“ يُونس ورته جواب ورکړو، ”نو طوفان به قلار شى. ما ته پته ده چې دا زما غلطى ده چې په تاسو دا لوئ طوفان راغلو.“</verse>
				<verse number="13">باوجود د دې، هغه سړو چپو وهلو سره د سمندر غاړې ته د تلو ډېر کوشش وکړو. خو هغوئ ونۀ رسېدل، ځکه چې سمندر کښې طوفان د مخکښې نه نور هم خطرناک شو.</verse>
				<verse number="14">نو هغوئ د يُونس مالِک خُدائ ته چغې کړې، ”اے مالِکه خُدايه، مونږ د دې سړى د ژوند د ختمولو په وجه مړۀ نۀ کړې. مونږ د يو بې‌ګناه سړى په مرګ باندې راونۀ نيسې، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تۀ هغه څۀ کوې څۀ چې ستا رضا وى.“</verse>
				<verse number="15">نو بيا هغوئ يُونس اوچت کړو او سمندر ته يې وغورزولو، او طوفان سمدستى قلار شو.</verse>
				<verse number="16">په دې کار هغه خلق د مالِک خُدائ نه ډېر ويرېدل او هغوئ يوه قربانى پېش کړه او منښتې يې ومنلې.</verse>
				<verse number="17">خو مالِک خُدائ يو غټ کب راولېږلو چې يُونس تېر کړى، او يُونس درې ورځې او درې شپې د کب په ګېډه کښې وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">د کب په ګېډه کښې يُونس مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته دُعا وکړه.</verse>
				<verse number="2">هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ته ما په خپل تکليف کښې آواز وکړو، او هغۀ ما له جواب راکړو. ما د عالمِ ارواح نه د مدد دپاره آواز وکړو، او تا زما فرياد ته غوږ ونيولو.</verse>
				<verse number="3">تا زۀ لاندې ډوبو اوبو کښې د سمندر مينځ ته وغورزولم، او د سمندر زورَورو چپو زۀ راګېر کړم، او هغه ټولې زورَورې چپې چې تا رالېږلې وې په ما تېرې شوې.</verse>
				<verse number="4">ما ووئيل، زۀ ستا د حضور نه شړلے شوے يم، خو زۀ به بيا هم ستا مقدس کور ته ګورمه.</verse>
				<verse number="5">اوبو زۀ مرۍ پورې راګېر کړم، سمندر زۀ ډُوب کړم، او د سمندر واښۀ زما د سر نه راتاؤ شُو.</verse>
				<verse number="6">زۀ لاندې د غرونو بېخ پورې ډوب شوم، لاندې زمکې زۀ د همېشه دپاره بنديوان کړم. خو تا زما ژوند د کندې نه راوويستو، اے زما مالِکه خُدايه.</verse>
				<verse number="7">کله چې زما ساه وتله، نو اے مالِکه خُدايه ما ته تۀ ياد وې، او زما دُعا ستا مقدس کور کښې تا ته درورسېده.</verse>
				<verse number="8">هغه څوک چې د بې‌کاره بُتانو عبادت کوى، هغوئ د مالِک خُدائ ټولو رحمونو ته شا کوى.</verse>
				<verse number="9">خو زۀ به د شُکر ګزارۍ آواز سره تا ته قربانى وکړم. او څۀ منښته چې ما منلې ده هغه به زۀ پوره کوم. مالِک خُدائ خلاصونکے دے.“</verse>
				<verse number="10">او مالِک خُدائ کب ته حُکم وکړو، او کب يُونس په اوچه زمکه بهر وغورزولو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">بيا په دوېم ځل د مالِک خُدائ کلام په يُونس نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او هغوئ ته هغه پېغام واوروه کوم به چې زۀ تا له درکوم.“</verse>
				<verse number="3">يُونس د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او نينوه ته لاړو. نو د نينوه ښار دومره لوئ وو چې د دې نه پېدل تېرېدو دپاره درې ورځې پکار وې.</verse>
				<verse number="4">په اوله ورځ چې يُونس په ښار کښې روان وو، هغۀ اِعلان وکړو چې، ”ټيک څلوېښت ورځې پس به نينوه تباه شى.“</verse>
				<verse number="5">د نينوه خلقو د خُدائ پاک په پېغام يقين وکړو. هغوئ د روژې اعلان وکړو او ټولو لويو او واړو د ټاټ جامې واچولې چې خپل غم څرګند کړى.</verse>
				<verse number="6">کله چې د نينوه بادشاه ته د يُونس پېغام ورسېدو، نو هغه د خپل تخت نه کوز شو، خپله شاهى چُوغه يې وويستله، د ټاټ جامې يې واغوستلې او په خاورو کښې کښېناستو.</verse>
				<verse number="7">بيا هغۀ د نينوه خلقو ته يو فرمان جارى کړو چې، ”د بادشاه او د هغۀ د وزيرانو حُکم دے چې، هيچا ته د خوراک څښاک اجازت نشته. غوا مېښه او ګډې چېلۍ سره سره ټول ځناور هم په دې کښې شامل دى. مۀ يې خوراک ته پرېږدئ او مۀ اوبۀ ورکوئ.</verse>
				<verse number="8">خو پرېږدئ چې ټول خلق او ځناور د ټاټ جامې واغوندى. او هر يو په راستۍ سره د زړۀ له کومې خُدائ پاک ته دُعا وکړى، او هر يو د خپلې بدعملۍ نه واوړى او ظلم زياتے پرېږدى.</verse>
				<verse number="9">څۀ پته لګى؟ کېدے شى چې خُدائ پاک خپله فېصله بدله کړى او خپل سخت غضب ختم کړى، او مونږ د تباه کېدو نه بچ شُو.“</verse>
				<verse number="10">کله چې خُدائ پاک وليدل چې هغوئ څۀ وکړل او څنګه هغوئ د خپلو بدو عملونو نه واوړېدل، نو هغه ورحمېدو او په هغوئ يې هغه تباهى رانۀ وستله کومه چې هغۀ وئيلې وه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">خو يُونس په دې ډېر خفه وو او هغه سخت غصه شو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ مالِک خُدائ ته دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، ولې هم دا زما خيال نۀ وو چې تۀ به داسې کوى کله چې زۀ لا په خپل کور کښې وم؟ نو په هم دې وجه زۀ دومره زر ترسيس ته وتښتېدم. ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى.</verse>
				<verse number="3">نو اوس، اے مالِکه خُدايه، ما مړ کړه، ځکه چې د دې ژوند نه به مرګ ښۀ وى.“</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آيا تا ته د غصه کېدو څۀ حق شته؟“</verse>
				<verse number="5">يُونس بهر ووتلو او د ښار د نمرخاتۀ طرف ته په يو ځائ کښې کښېناستو. هغۀ هلته د ځان دپاره دالان جوړ کړو، او د هغې د سورې لاندې کښېناستو او اِنتظار يې کولو چې دې ښار سره به څۀ چل کيږى.</verse>
				<verse number="6">بيا مالِک خُدائ د يو بوټى بندوبست وکړو او دا يې د يُونس دپاسه لوئ کړو چې د هغۀ په سر باندې سورے جوړ کړى او د هغۀ غصه سړه کړى، او يُونس د دې په ليدو ډېر خوشحاله شو.</verse>
				<verse number="7">خو بل سحر وختى خُدائ پاک يو چينجے راولېږو، چې هغه بوټے يې وخوړو او هغه بوټے مړاوے شو.</verse>
				<verse number="8">کله چې نمر راوختلو، نو خُدائ پاک د مشرق د طرف نه توده هوا راولېږله، او د يُونس په سر نمر دومره تېز لګېدو چې هغه ګرمۍ ووهلو. هغۀ مرګ وغوښتو، او وې فرمائيل چې، ”د دې ژوند نه به زما دپاره مرګ ښۀ وى.“</verse>
				<verse number="9">خو خُدائ پاک يُونس ته وفرمائيل، ”ولې تۀ د دې بوټى په حقله د غصه کېدو څۀ حق لرې؟“ ”آو، زۀ يې لرم،“ يُونس ورته وفرمائيل، ”زۀ دومره غصه يم چې د دې ژوند نه راله مرګ ښۀ دے.“</verse>
				<verse number="10">خو مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”تۀ په دې بوټى دومره غمګين شوې، اګر چې تا د دې دپاره څۀ نۀ دى کړى او نۀ دې غټ کړے دے. دا په يوه شپه کښې زرغون شو او په يوه شپه کښې اوچ شو.</verse>
				<verse number="11">خو په نينوه کښې د يو سل او شلو زره نه زيات خلق اوسيږى څوک چې په ښۀ او بد نۀ پوهيږى، او ورسره ډېر ځناور هم دى. ولې ما ته دا نۀ دى پکار چې زۀ په دغه غټ ښار رحم وکړم؟“</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="33">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ پېغام چې د مورشيت ميکاه باندې د يوتام، احاز او حزقياه د حکومت په دوران کښې نازل شو، چې د يهوداه بادشاهان وُو. هغه رويا چې هغۀ د سامريه او يروشلم په حقله وليده.</verse>
				<verse number="2">اے ټولو خلقو تاسو واورئ، اے زمکې او ټولو خلقو چې په دې کښې يئ، غوږ ونيسئ، مالِک خُدائ پاک دې ستاسو خِلاف د خپل مقدس کور نه ګواهى ورکړى،</verse>
				<verse number="3">ګورئ، مالِک خُدائ راروان دے، هغه په آسمان کښې خپل تخت پرېږدى او د زمکې اوچت ځايونه د پښو لاندې کوى.</verse>
				<verse number="4">غرونه د هغۀ لاندې ويلى کيږى، او وادۍ په مينځ شليږى، څنګه چې موم د اور په وړاندې ويلى کيږى، څنګه چې اوبۀ د اوچت ځايونو نه لاندې راځى.</verse>
				<verse number="5">او دا هر څۀ ولې پېښ شول؟ ځکه د اِسرائيل د سرکشۍ په وجه، آو، دا د ټول قوم د ګناهونو په وجه وشول. د اِسرائيل د سرکشۍ ذمه وار څوک دى؟ سامريه، دا لوئ ښار دے. د يهوداه د بُت پرستۍ ځايونه چرته دى؟ په يروشلم کښې، دا لوئ ښار دے.</verse>
				<verse number="6">نو په دې وجه به زۀ سامريې نه د کنډرو ډېرے جوړ کړم، يو داسې ځائ چې د انګورو بوټى به په کښې کَرلے شى. زۀ به د دې دېوالونو کاڼى وادۍ ته وغورزوم او د دې بنيادونه به ښکاره کړم.</verse>
				<verse number="7">د دې ټول بُتان به ټوټې ټوټې شى، او د هغې د کنجرتوب ټوله ګټه به وسوزولې شى. زۀ به د هغوئ د عبادتخانو ټول بُتان تباه کړم. ځکه چې هغې دا هر څۀ د خپل کنجرتوب په ګټه حاصل کړى دى، اوس به دا هر څۀ د هغې نه واخستے شى او نورو کنجرو ته به په مزدورى کښې ورکړے شى.</verse>
				<verse number="8">په دې وجه به زۀ ماتم وکړم او د غم مرثيه به ووايم، زۀ به پښې ابلې پښې او بربنډ وګرځم. زۀ به لکه د ګيدړ په شان وکونږېږم او لکه د ګونګى په شان به چغې ووهم.</verse>
				<verse number="9">نو د هغې زخمونه لا علاجه دى. دا يهوداه ته هم راغلو. دا زما د خلقو نزدې دروازې پورې راورسېدو، تر دې چې يروشلم ته راورسېدو.</verse>
				<verse number="10">دا په جات کښې دشمن ته مۀ وايئ، او مۀ ژاړئ. په بيت‌عفره کښې په خاورو کښې ورغړېږئ.</verse>
				<verse number="11">بربنډ او د شرم سره دلته نه تېر شئ، تاسو څوک چې په سفير کښې اوسېږئ. هغوئ څوک چې په ضنان کښې اوسيږى هغوئ به بهر نۀ راوځى. بيت‌ايضل په خپله په غم کښې دے، ستاسو د حفاظت اُميد ختم شو.</verse>
				<verse number="12">هغه څوک چې په ماروت کښې اوسيږى او په مايوسۍ سره د مدد په طمع دى، ځکه چې د مالِک خُدائ نه افت نازل شوے دے، او د يروشلم دروازې پورې رارسېدلے دے.</verse>
				<verse number="13">تاسو څوک چې په لکيس کښې اوسېږئ، په آسونو پسې جنګى ګاډۍ وتړئ. تاسو د صيون لور دپاره د ګناه سرچينه وئ، ځکه چې د بنى اِسرائيلو جرمونه هم په تاسو کښې موجود وُو.</verse>
				<verse number="14">نو په دې وجه به تاسو موريشت‌جات ته د خُدائ په امانۍ تحفې ورکړئ. د اکزيب ښار به د اِسرائيل د بادشاهانو دپاره دوکه ثابته شى.</verse>
				<verse number="15">د مريسه اوسېدونکو، زۀ به يو فتح کوونکے ستاسو خلاف درولېږم. هغه څوک چې د اِسرائيل مشران دى، هغه به د عدولام غار ته وتښتى.</verse>
				<verse number="16">خپل سرونه په ماتم کښې ګنجى کړئ د هغه بچو دپاره چا نه چې تاسو خوشحاله يئ، خپل ځانونه بلکل ګنجى کړئ، ځکه چې هغوئ به تاسو نه جلاوطن شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بې‌اِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى.</verse>
				<verse number="2">چې هغوئ د پټو په لالچ کښې راشى نو قبضه يې کړى، او چې د کورونو په لالچ کښې راشى نو دا ونيسى. هغوئ د خلقو نه خپل کور په دوکه اخلى، او رشته‌دار د وراثت نه محروموى.</verse>
				<verse number="3">نو په دې وجه مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ د دې قوم خلاف د تباهۍ منصوبه جوړوم، د دې نه به تاسو ځان خلاص نۀ کړئ. تاسو به نور په غرور کښې نۀ ګرځئ، ځکه چې دا به د افت وخت وى.</verse>
				<verse number="4">په هغه ورځ به خلق تا پورې خندا کوى، هغوئ به تا ته پېغور درکوى د غم په دې مرثيى کښې، ”مونږ مکمل تباه شُو، زما د قوم ملکيت تقسيم شو. مالِک زمونږ جائيداد اخستے دے او هغه يې غدارانو له ورکړے دے.“</verse>
				<verse number="5">نو ځکه په تاسو کښې به هيڅوک د مالِک خُدائ په مجلس کښې نۀ وى چې زمکه په پچه تقسيم کړى.</verse>
				<verse number="6">”پېشګوئې مۀ کوه،“ د خلقو پېغمبران وائى، ”د دې څيزونو په حقله پېشګوئې مۀ کوه، شرم به مونږ ګېر نۀ کړى.“</verse>
				<verse number="7">اے د يعقوب قومه، آيا داسې خبره کول په کار دى، آيا د مالِک خُدائ روح غصه دے؟ آيا هغه داسې کارونه کوى؟ آيا زما کلام ښۀ نۀ دے د هغوئ دپاره د چا لارې چې نېغې دى؟</verse>
				<verse number="8">تر ننه پورې زما خلق لکه د دشمن غوندې زما خلاف راپاڅى. تاسو د هغوئ د اوږو نه قيمتى چُوغه وباسئ څوک چې په تاسو باور کوى، او لکه د هغه سړو په شان يې بربنډه‌وئ لکه څوک چې د جنګ نه راواپس شى.</verse>
				<verse number="9">تۀ زما د قوم ښځې د خپلو ښائسته کورونو نه شړې. تۀ د هغوئ د بچو نه د تل دپاره زما نعمتونه اخلې.</verse>
				<verse number="10">پاڅه دلته نه ځه، ځکه چې دا ستا د آرام ځائ نۀ دے، ځکه چې دا پليت دے، دا تباه شوے دے، دلته ستا دپاره علاج نشته.</verse>
				<verse number="11">کۀ يو دروغژن او دوکه باز راشى او وائى، ”زۀ به تاسو دپاره د ميو او د شرابو پېشګوئې وکړم،“ هغه به د دې خلقو دپاره بلکل صحيح پېغمبر وى.</verse>
				<verse number="12">زۀ به يقيناً تاسو ټول راغونډ کړم، اے د يعقوب اولاده، زۀ به يقيناً د بنى اِسرائيل ژوندى پاتې شوى خلق رايوځائ کړم. زۀ به هغوئ داسې رايوځائ کړم لکه ګډې چې شپول ته رايوځائ کيږى، لکه چې رمې د خپل څرن ځائ کښې وى، هغه ځائ به د خلقو نه ډک وى.</verse>
				<verse number="13">څوک چې لاره کولاو کړى هغه به د هغوئ نه مخکښې روان وى، هغوئ به دروازې ماتې کړى او بهر به وځى. د هغوئ بادشاه به د هغوئ نه مخکښې روان وى، مالِک خُدائ به د هغوئ رهنمائى کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">بيا ما ووئيل، غوږ شئ، اے د يعقوب مشرانو، اے د اِسرائيل حکمرانانو. آيا تاسو په اِنصاف نۀ پوهېږئ،</verse>
				<verse number="2">تاسو چې د نېکۍ نه نفرت او د بدۍ سره مينه کوئ، څوک چې زما د قوم نه څرمن وباسئ او د هغوئ د هډوکو نه غوښه لرى کوئ،</verse>
				<verse number="3">تاسو چې زما د قوم غوښې خورئ، د هغوئ نه څرمن وکاږئ او د هغوئ هډُوکى ټوټه ټوټه کوئ، څوک چې هغوئ لکه د کړى د غوښې په شان ټوکړې کوئ، يا يې لکه د دېګ د غوښې په شان کوئ.</verse>
				<verse number="4">بيا به هغوئ مالِک خُدائ ته چغه کړى، خو هغه به هغوئ ته جواب ورنۀ کړى. په هغه وخت کښې به هغه خپل مخ د هغوئ نه پټ کړى د هغه بدو عملونو په وجه چې هغوئ کړى دى.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ دا فرمائى چې، هغه پېغمبران چې څوک زما خلق بې‌لارې کوى، کۀ څوک په هغوئ څۀ وخورى نو هغوئ د امن اعلان کوى، خو کۀ هغه دا نۀ شى کولے، نو دوئ د هغۀ خلاف د جنګ کولو تيارے کوى.</verse>
				<verse number="6">نو په دې وجه به په تاسو شپه راشى، چې بغېر د رويا به وى، او تيارۀ به راشى چې بغېر د پېشګويۍ به وى. نمر به ښکته شى د پېغمبرانو دپاره، او ورځ به د هغوئ دپاره تيارۀ شى.</verse>
				<verse number="7">رويا کتونکى به وشرميږى او قسمت ښودونکى به بې‌عزته شى. هغوئ ټول به خپل مخونه پټ کړى ځکه چې د خُدائ پاک د طرف نه ورته جواب نۀ ملاويږى.</verse>
				<verse number="8">خو زۀ په خپله د قدرت نه، د مالِک خُدائ د روح نه، او د اِنصاف او د قوت نه معمور يم، چې يعقوب ته خپل جرمونه، او بنى اِسرائيلو ته خپله ګناه وښايم.</verse>
				<verse number="9">دې ته غوږ شئ، اے د يعقوب د قوم مشرانو، او د اِسرائيل د قوم حکمرانانو، څوک چې اِنصاف نه نفرت کوئ او هغه هر څۀ غلطوئ چې صحيح وى،</verse>
				<verse number="10">څوک چې صيون په قتل عام جوړَوئ، او يروشلم په بدعملۍ جوړَوئ.</verse>
				<verse number="11">د دې حکمرانان په رشوت اخستو عدالت کوى، د دې اِمامان په پېسو تعليم ورکوى، او د دې پېغمبران په پېسو پېشګوئې کوى، او په مالِک خُدائ د باور کولو دعوىٰ کوى خو په حقيقت کښې په هغۀ باور نۀ کوى، او داسې وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ زمونږ په مينځ کښې نۀ دے؟ په مونږ به هيڅ افت رانۀ شى.“</verse>
				<verse number="12">نو ځکه ستاسو په وجه، صيون به لکه د پټى غوندې يوه کړے شى، يروشلم نه به د کنډر يو ډېرے جوړ شى، او د خُدائ پاک د کور په غر به ګڼ ځنګل وشى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">په آخرى ورځو کښې به د مالِک خُدائ د کور غر آباد شى او دا به په ټولو غرونو کښې مشر وى، دا به د غرونو دپاسه اوچت شى، او د ډېرو قومونو خلق به ورته راشى.</verse>
				<verse number="2">ډېر قومونه به راشى او وائى به، ”راځئ چې بره د مالِک خُدائ غر ته لاړ شُو، د يعقوب د خُدائ پاک کور ته. هغه به مونږ ته خپلې طريقې وښائى، نو چې مونږ د هغۀ په لار روان شُو.“ شريعت به صيون نه راوځى، او د خُدائ پاک کلام به د يروشلم نه راشى.</verse>
				<verse number="3">هغه به د ډېرو قومونو په مينځ کښې عدالت وکړى، او د لرې او نزدې مضبوطو حکومتونو لانجې به فېصله کړى. هغوئ به خپلې تُورې وټکوى او يوې به ورنه جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قوم به د قوم خلاف تُوره نۀ اوچتوى، او نۀ به هغوئ د جنګ کولو تربيت حاصلوى.</verse>
				<verse number="4">هر يو کس به د خپل انګور د بوټى لاندې او د خپلو اينځرو د ونو لاندې کښېنى، او څوک به هم هغوئ ونۀ ويروى. ځکه چې دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="5">هر يو قوم به د خپلو معبودانو په نوم روان وى، خو مونږ به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم د تل دپاره روان يُو.</verse>
				<verse number="6">”په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به ګوډيان راغونډ کړم، زۀ به جلاوطن شوى راجمع کړم او هغوئ چې ما ورته غم و درد رسولے وو.</verse>
				<verse number="7">زۀ به د ماتو ګوډو او د هغوئ نه څوک چې جلاوطن کړے شوى دى يوه ډله بچ کړم چې يو مضبوط قوم ترې جوړ کړم. زۀ مالِک خُدائ به په هغوئ د هغې ورځ نه واخله د تل دپاره د يروشلم نه حکومت کوم.“</verse>
				<verse number="8">او ترڅو چې تۀ يې، اے د رمې حفاظت کوونکيه، اے د صيون لور مضبوطې قلعې، پخوانے حکومت به تا ته بيا مِلاو شى، او بادشاهت به بيا يروشلم لور ته مِلاو شى.</verse>
				<verse number="9">تۀ اوس دومره په چغو ولې ژاړې، آيا ستا بادشاه نشته؟ آيا ستا مشيران مړۀ شوى دى، درد تۀ داسې ګېر کړے يې لکه چې ښځه د ماشوم د پېدا کېدو په درد کښې وى؟</verse>
				<verse number="10">اے د صيون لورې، داسې د درد نه چغې او ټوپونه ووهه، لکه چې ښځه د ماشوم پېدا کېدو په وخت وهى، ځکه چې اوس به تاسو خامخا ښار پرېږدئ او په کولاو مېدان کښې به اوسېږئ. تۀ به بابل ته لاړه شې، خو تۀ به هلته بچ کړے شې. هلته به مالِک خُدائ تا د خپلو دشمنانو د لاسونو نه د تاوان په بدله را آزاده کړى.</verse>
				<verse number="11">نو اوس ډېر قومونه ستا خِلاف راغونډ شوى دى. هغوئ وائى، ”پرېږدئ چې هغه بې‌عزته شى، او پرېږده چې زمونږ سترګې په شوق سره صيون ته وګورى.“</verse>
				<verse number="12">خو دوئ ته د مالِک خُدائ د سوچونو پته نشته، هغوئ ته د هغۀ د منصوبې پته نشته، هغه هغوئ درمند ته لکه د ګېډو په شان راغونډوى.</verse>
				<verse number="13">پاڅه او مُلکونه غوبل کړه، اے صيون لورې، ځکه چې زۀ به تا له د اوسپنې ښکر درکړم، زۀ به تا ته د پيتلو نوکونه درکړم او تۀ به ډېر قومونه ټوټه ټوټه کړې. تۀ به د هغوئ هغه مال چې په ظلم زياتى يې حاصل کړے دے مالِک خُدائ ته وقف کړې او د هغوئ دولت به د ټولې دُنيا مالِک ته پېش کړې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">خپل فوج راغونډ کړه، اے د فوجيانو ښاريې، ځکه چې زمونږ خلاف محاصره شوې ده. هغوئ به د اِسرائيل مشر په چوکې سره په مخ ووهى.</verse>
				<verse number="2">خو تۀ، اے د بيت‌لحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.</verse>
				<verse number="3">نو بنى اِسرائيل به تر هغه وخته پورې خپلو دشمنانو ته پرېښودلے شى ترڅو چې د يوې اُميدوارې ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت پوره شى. او چې د هغۀ نور وروڼه د بنى اِسرائيلو سره د اِتحاد کولو دپاره راواپس شى.</verse>
				<verse number="4">هغه به د خپلو رمو د شپونتوب دپاره ودريږى د مالِک خُدائ په طاقت سره، د مالِک خپل خُدائ پاک د نوم په رُعب سره. او هغوئ به په امن سره اوسيږى، نو بيا به د هغۀ عظمت د دُنيا آخرى حدونو ته ورسيږى.</verse>
				<verse number="5">او هغه به د هغوئ سلامتيا سرچينه وى. کله چې اسوريان زمونږ په مُلک حمله وکړى او زمونږ په پَخو دېوالونو راواوړى، مونږ به د هغوئ خلاف د قوم اووۀ مشران، او ورسره اتۀ حکمرانان هم راوچت کړُو.</verse>
				<verse number="6">هغوئ به د تُورې په زور د اسوريى په مُلک، او د نمرود په مُلک به د تُورې په زور حکومت کوى. هغه به مونږ د اسوريانو نه خلاص کړى کله چې هغوئ زمونږ په مُلک باندې حمله وکړى او زمونږ سرحدونو ته راننوځى.</verse>
				<verse number="7">د يعقوب پاتې شوى خلق به د ډېرو قومونو په مينځ کښې لکه د مالِک خُدائ د رالېږلے شوې پرخې يا په واښو د باران په شان وى، کوم چې د انسان انتظار نۀ کوى او نۀ د انسان دپاره ايساريږى.</verse>
				<verse number="8">د يعقوب پاتې شوى به د قومونو په مينځ کښې وى، د ډېرو قومونو په مينځ کښې، لکه چې شير د ځنګلى ځناورو په مينځ کښې وى، يا لکه چې ځوان شير د ګډو د رمو په مينځ کښې وى، چې دے روان وى نو په پنجه وهل کوى او ماتول کوى، او هيڅ څوک ترې نه ځان نۀ شى بچ کولے.</verse>
				<verse number="9">تاسو به په کاميابۍ سره په خپلو دشمنانو بريالى شئ، او ټول دشمنان به مو تباه شى.</verse>
				<verse number="10">”په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به ستاسو آسونه تباه کړم ستاسو په مينځ کښې او ستاسو جنګى ګاډۍ به ختمې کړم.</verse>
				<verse number="11">زۀ به ستاسو د مُلک ښارونه تباه کړم او ستاسو ټولې مضبوطې قلعه ګانې به راوغورزوم.</verse>
				<verse number="12">زۀ به ستا جادوګر تباه کړم او ستاسو په مينځ کښې به فالګر نور نۀ وى.</verse>
				<verse number="13">زۀ به ستاسو تراشلے شوى بُتان او مقدس کاڼى ستاسو مينځ نه تباه کړم، تاسو به نور د خپل لاس جوړ شوى څيزونو ته سجده نۀ کوئ.</verse>
				<verse number="14">زۀ به ستاسو د مينځ نه د اشيرې بُت ستنې راوکاږم او ستاسو ښارونه به تباه کړم.</verse>
				<verse number="15">زۀ به انتقام واخلم په غصه او قهر کښې د هغه قومونو نه چې زما حُکم يې نۀ دے منلے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">هغې ته غوږ شئ څۀ چې مالِک خُدائ فرمائى، ودرېږه، خپله مقدمه د غرونو د وړاندې بيان کړه، پرېږده چې غرونه واورى چې تۀ څۀ وائې.</verse>
				<verse number="2">واورئ، اے غرونو، د مالِک خُدائ اِلزام، تاسو غوږ ونيسئ. غوږ شئ، اے د زمکې ابدى بنيادونو. ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو خلاف مقدمه کړې ده، هغه د بنى اِسرائيلو خلاف جرم لګوى.</verse>
				<verse number="3">”زما خلقو، ما تاسو سره څۀ کړى دى؟ ما په تاسو څۀ بوج اچولے دے؟ ما له جواب راکړئ.</verse>
				<verse number="4">ما تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ، او ما تاسو د غلامۍ د مُلک نه آزاد کړئ. ما موسىٰ سره د هارون او مريم درولېږل چې ستاسو لارښودنه وکړى.</verse>
				<verse number="5">اے زما خلقو، هغه وخت راياد کړئ چې بلق د موآب بادشاه تاسو ته د نقصان رسولو کوشش کولو او بعور د بلعام زوئ څۀ جواب ورکړو. راياد کړئ خپل سفر د شطيم نه تر جِلجال پورې، نو تاسو ته به د مالِک خُدائ د صداقت کارونه معلوم شى.“</verse>
				<verse number="6">”زۀ د څۀ سره د مالِک خُدائ د وړاندې راشم او د لوئ خُدائ پاک په وړاندې سجده وکړم؟ آيا زۀ د هغۀ په وړاندې د يو کلن سخو د سوزېدونکو قربانو سره راشم؟</verse>
				<verse number="7">آيا مالِک خُدائ به په زرګونو ګډانو، او د زيتُونو د تېلو په زرګونو نِهرونو خوشحاله شى؟ آيا زۀ خپل وړومبے پېدا شوے ماشوم د خپلو ګناهونو دپاره پېش کړم، او د خپل بدن مېوه د خپل روح د ګناهونو دپاره؟“</verse>
				<verse number="8">هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ.</verse>
				<verse number="9">غوږ شئ، مالِک خُدائ ښار ته آواز کوى. او ستا د نوم نه يرېدل حکمت دے. ”په هغه چوکه غور وکړئ او په هغۀ هم چا چې مقرر کړې ده.</verse>
				<verse number="10">آيا زۀ د بدعمله په کور کښې په بدعملۍ سره ګټلے شوې خزانې هېرې کړم، او هغه کم ناپ تول چې پرې لعنت شوے دے؟</verse>
				<verse number="11">آيا زۀ هغه سړے بې‌سزا پرېږدم څۀ چې په تول کښې بې‌ايمانى کوى، او ورسره د غلط وزن تيلۍ وى؟</verse>
				<verse number="12">د هغې مالداره خلق ظالمان دى، د هغې خلق دروغژن دى او د هغوئ ژبې د دوکې خبرې کوى.</verse>
				<verse number="13">نو بيا ستاسو د ګناهونو په وجه ما ستاسو تباه کول، او ورانول شروع کړل.</verse>
				<verse number="14">تاسو به خوراک وکړئ، خو ماړه به نۀ شئ، او ستاسو خېټه به اوس هم تشه وى. تاسو به څيزونه جمع کړئ خو څۀ به بچ نۀ کړئ، ځکه چې تاسو څۀ جمع کوئ هغه به زۀ په تُوره ووهم.</verse>
				<verse number="15">تاسو به غله وکَرئ، خو فصل به ونۀ رېبئ، تاسو به د زيتُونو نه تېل وباسئ خو دا به خپل ځان دپاره استعمال نۀ کړئ، تاسو به انګورو نه مے وباسئ، خو مے به ونۀ څښئ.</verse>
				<verse number="16">تاسو د عُمرى بادشاه خراب قانون او د اخى‌اب د قوم ټول خراب رسمونه اختيار کړى دى. نو په دې وجه به زۀ تاسو بلکل تباه و برباد کړم او نورو خلقو ته به مو د عبرت يو مثال وګرځوم. څوک هم چې تاسو ګورى ستاسو نه به کرکه کوى او درپورې به مسخرې کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">زۀ څومره بدبخته يم، زۀ د هغه مېوه راټولونکى په شان يم چې د فصل د راټولولو نه وروستو د خوړلو دپاره هيڅ څيز پېدا نۀ کړى. نۀ د انګورو يوه غنچه د انګورو په باغ کښې او نۀ د اينځر يو تازه دانه چې خپله لوږه ورباندې ماته کړى.</verse>
				<verse number="2">مؤمنان د دُنيا نه ختم کړے شول، يو نېک هم پاتې نۀ شو. ټول انسانان په دې انتظار کښې دى چې وينه توئ کړى، هر يو خپل ورور په جال کښې راګېروى.</verse>
				<verse number="3">د هغوئ دواړه لاسونه په غلطو کارونو کښې تکړه دى، حکمرانان تحفې غواړى، قاضيان رشوت قبلوى، زورَور هغه حکم کوى چې څۀ يې خوښ وى. دوئ ټول يو ځائ سازشونه کوى.</verse>
				<verse number="4">د هغوئ د ټولو نه ښۀ هم لکه د ازغن بوټى په شان دے، د هغوئ ډېر نېکان د ازغن بوټو د ډېرى نه هم خراب دى. خو ستاسو د فېصلې ورځ راغلې ده، ستاسو د سزا او وارخطايۍ وخت رارسېدلے دے.</verse>
				<verse number="5">په خپل ګاونډى باور مۀ کوه، مۀ په خپل دوست اعتبار کوه. تر دې چې څوک ستا په غېږ کښې اودۀ کيږى هغې سره هم په خپلو خبرو کولو کښې خيال کوه.</verse>
				<verse number="6">ځکه چې نن سبا زوئ د پلار بې‌احترامى کوى، او لور د خپلې مور خلاف راپاڅى، اِنږور د خپلې خواښې مخالفت کوى. او د سړى دشمنان به د هغۀ د خپل کور خلق وى.</verse>
				<verse number="7">خو زۀ به د مالِک خُدائ په امداد نظر ساتم، زۀ د خپل خلاصونکى خُدائ پاک انتظار کوم، زما خُدائ پاک به زما واورى.</verse>
				<verse number="8">ما ته په حسرت سره مۀ ګوره، زما دشمنه، اګر کۀ زۀ غورزېدلے يم، زۀ به بيا راوچت شم. اګر کۀ زۀ په تيارۀ کښې ناست يم، خو مالِک خُدائ به زما رڼا وى.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې ما د هغۀ خلاف ګناه کړې ده، نو زۀ به د مالِک خُدائ قهر وزغمم، ترڅو چې هغه زما د مقدمې وکالت وکړى او زما حق قائم کړى. هغه به ما بهر رڼا ته راولى، زۀ به د هغۀ صداقت وګورم.</verse>
				<verse number="10">بيا زما دشمنان به دا وګورى او دوئ به وشرميږى، هغه چا چې ما ته ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک چرته دے؟“ زما سترګې به د هغې بربادى وګورى، اوس به هغه داسې د پښو لاندې شى لکه په کوڅو کښې چې خټې وى.</verse>
				<verse number="11">ستا د دېوالونو جوړولو دپاره ورځ به راشى، په هغه ورځ به ستا سرحدونه لوئ شى.</verse>
				<verse number="12">د ډېرو ځايونو نه به خلق ستا د عزت کولو دپاره راشى د اسور نه واخله د مِصر ښارونو پورې، او د مِصر نه واخله د فرات سيند پورې، او د لرى سمندرونو او غرونو پورې.</verse>
				<verse number="13">زمکه به د اوسېدونکو په وجه او د هغوئ د بدو عملونو په نتيجه کښې د خلقو نه شاړه شى.</verse>
				<verse number="14">اے مالِکه، د خپلو خلقو شپونتوب په خپلې لښتې سره وکړه، په خپله برخه رمې څوک چې د زرخيزه زمکې په مينځ کښې په ځنګل کښې اوسيږى، هغوئ پرېږده چې لکه د پخوا په شان په بسن او جِلعاد کښې وڅريږى.</verse>
				<verse number="15">بيا مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د هغه ورځو په شان کله چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، زۀ به هغوئ ته خپلې معجزې وښايم.“</verse>
				<verse number="16">قومونه به وګورى او حېران به شى، هغوئ به د خپل ټول زور نه محروم شى. هغوئ به ګوته په خولۀ ودريږى او هغوئ به هيڅ نۀ اورى.</verse>
				<verse number="17">هغوئ به لکه د مار خاوره وخورى، لکه د هغه مخلوق چې په زمکه په سينه ښويږى. هغوئ به په رپېدو بهر د خپل غارونو نه راوځى، هغوئ به د يرې نه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى او تا نه به يريږى.</verse>
				<verse number="18">ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟ ستا غصه د همېشه دپاره نۀ وى، خو تۀ په رحم ښودلو خوشحالېږې.</verse>
				<verse number="19">تۀ به بيا په مونږ باندې مهربانه شې، تۀ به زمونږ ګناهونه د پښو لاندې کړې او زمونږ ټولې بې‌اِنصافۍ به د سمندر بېخ ته وغورزوې.</verse>
				<verse number="20">او د يعقوب اولاد ته به تۀ خپل رحم وښائې، تۀ به د اِبراهيم اولاد ته رښتونے يې، څنګه چې تا په تېر وخت کښې زمونږ پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="34">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د ناحوم القوشى د رويا په کِتاب کښې د نينوه په حقله پېغام.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ غېرتى او بدل اخستونکے خُدائ پاک دے، مالِک خُدائ بدل اخلى او د قهر نه ډک دے. او مالِک خُدائ د خپلو دشمنانو نه بدل اخلى او خپله غصه د خپلو دشمنانو خلاف جارى ساتى.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ په مزه غصه کيږى، خو هغه ډېر طاقتور هم دے، مالِک خُدائ به مجرم بغېر د سزا پرې نۀ ږدى. د هغۀ لاره په تېزه هوا او طوفان کښې ده، او وريځې د هغۀ د پښو دوړې دى.</verse>
				<verse number="4">هغه سمندر رټى او اوچوى، هغه ټول سيندونه اوچوى. د بسن او د کرمل شينکے اوچوى، او د لبنان ګلونه مړاوى کوى.</verse>
				<verse number="5">د هغۀ د وړاندې غرونه لړزيږى، او غونډۍ ويلى کيږى. او زمکه د هغۀ په حضور کښې لړزيږى، دُنيا او هر هغه څوک چې په کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="6">څوک د هغۀ قهر ته ودرېدے شى؟ څوک د هغۀ سخته غصه برداشت کولے شى؟ د هغۀ قهر لکه د اور په شان نازل شوے دے، ګټان د هغۀ په وړاندې ټوکړې ټوکړې شول.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ ښۀ دے، د تکليف په وخت کښې هغه مضبوطه قلعه ده. او هغه د هغوئ حفاظت کوى څوک چې په هغۀ باور کوى.</verse>
				<verse number="8">خو هغه به په يو زورَور سېلاب سره د نينوه خاتمه وکړى، هغه به خپل دشمنان د لحد تيارو ته ورسوى.</verse>
				<verse number="9">هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ خِلاف منصوبه جوړوى هغه به يې په يو ګزار سره سراسر برباد کړى. او د دوېم ګزار ضرورت به ورته نۀ وى.</verse>
				<verse number="10">د هغۀ دشمنان به د هغه سړو غوندې چې په ازغو کښې راګېر وى او چې په خپلو شرابو نشه وى، هغوئ به لکه د اوچو بوسو په شان وسوزى.</verse>
				<verse number="11">ستا نه، اے نينوه، څوک راغلو چې د مالِک خُدائ خلاف منصوبې جوړوى، څوک چې بې‌کاره مشوره ورکوونکى دى.</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”اګر کۀ اسوريان اِتحاديان لرى او بې‌شمېره دى، هغوئ به ورک او تباه شى. اګر کۀ تاسو ما په تکليف کړئ، اے يهوداه، خو زۀ به تاسو نور په تکليف نۀ کړم.</verse>
				<verse number="13">اوس به زۀ د اسوريانو جغ ستاسو د څټ نه اخوا کړم او ستاسو بيړۍ به وشلوم.“</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ ستا په حقله حکم کړے دے، اے نينوه، ”ستا اولاد به نۀ وى چې ستا نوم پرې پاتې شى. زۀ به هغه جوړ شوى تصويرونه او بُتان تباه کړم کوم چې ستاسو د معبودانو په عبادتخانو کښې دى. زۀ به ستا قبر تيار کړم، ځکه چې تۀ بدچلنه يې.“</verse>
				<verse number="15">په غرونو نظر د هغه چا پښو ته واچوئ څوک چې ښۀ زېرے راوړى، او د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى. اے يهوداه خپل اخترونه وکړئ، او خپلې عام منښتې کوئ. بدعمله به نور هيڅکله په تاسو قبضه نۀ کوى، هغوئ به په مکمل توګه تباه شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">اے نينوه، يو حمله کوونکے ستا خلاف راروان دے. د قلعې څوکيدارى کوه، د لار څوکيدارى کوه، خپل ځان په حفاظت کړه، خپل ټول قوت استعمال کړه.</verse>
				<verse number="2">اګر کۀ تباه کوونکو هغوئ تباه کړى دى او د هغوئ د انګورو باغونه يې وران ويجاړ کړى دى خو مالِک خُدائ به د يهوداه شان او شوکت بيا قائم کړى لکه د اِسرائيل د شان او شوکت په شان.</verse>
				<verse number="3">د فوجيانو ډالونه سرۀ دى، جنګيالو يې سرې جامې اغوستې دى. په جنګى ګاډو لګېدلې اوسپنې ځلېدې په هغه ورځ چې دوئ تيار وُو، او د دِيار نېزې يې په هوا کښې خوځولې.</verse>
				<verse number="4">جنګى ګاډۍ د طوفان غوندې په کوڅو کښې تېريږى، په چوکونو کښې مخکښې او وروستو ځى راځى. هغوئ لکه د چراغونو په شان پړقيږى، هغوئ لکه د برېښنا په شان په تېزه تېريږى.</verse>
				<verse number="5">بادشاه خپلو آفسرانو ته چغې وهى، هغوئ په خپل رفتار کښې په لار تيندک خورى. د ښار دېوال ته په تېزه ورخلاص دى چې ځان ته د حملې مورچې تيارى کړى.</verse>
				<verse number="6">د سيند دروازې کولاو کړے شوې دى، او محل په راغورزېدو دے.</verse>
				<verse number="7">د هغې مَلِکه بربنډه بوتلے شوه. د دې غلامانې جينکۍ لکه د ګوګوشتکو په شان ژړا کوى او هغوئ خپلې سينې وهى.</verse>
				<verse number="8">نينوه لکه د تالاب په شان دے او د دې اوبۀ روانې دى. ”ايسار شئ، ايسار شئ،“ هغوئ چغې وهى، خو هيڅ څوک شا ته نۀ ګورى.</verse>
				<verse number="9">سپين زر لوټ کړئ. سرۀ زر لوټ کړئ. د دې د ذخيرې څۀ حد نشته، او د دې د ټولو خزانو دولت ډېر زيات دے.</verse>
				<verse number="10">هغه لوټ کړے شوه، خالى کړے شوه، ورانه ويجاړه شوه. زړونه کمزورى شول، پښې بې‌دمه شوې، بدنونه په رپېدو شول، هر مخ زېړ شو.</verse>
				<verse number="11">اوس نينوه هغه د زمرو غار چرته دے، هغه ځائ چرته چې هغوئ خپلو بچو له خوراک ورکولو، چرته چې زمرى او زمرۍ، او د دې بچى بغېر د څۀ ويرى نه ګرځېدل؟</verse>
				<verse number="12">زمرى د خپلو بچو دپاره کافى ښکار وکړو او د خپلې زمرۍ دپاره د هغۀ ښکار په مرۍ غلے شو، خپل غار يې د ښکار د غوښې نه ډک کړو.</verse>
				<verse number="13">زۀ ستاسو خِلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستاسو جنګى ګاډۍ وسوزوم، او تُوره به ستاسو ځوانان زمرى ووژنى. زۀ به تاسو ته په زمکه ښکار پرې نۀ ږدم. ستاسو د پېغام ورکوونکو آوازونه به نور نۀ اورېدلے کيږى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">افسوس دې وى په وژونکى ښاريې، چې د دروغو او د لوټ شوى مال نه ډکه ده، کله هم د مظلومانو نه خالى شوى نۀ ده.</verse>
				<verse number="2">د کوړو ټسار ته، د پايو چغار ته، د آسونو ترپار ته، او د جنګى ګاډو درزار ته غوږ ونيسئ.</verse>
				<verse number="3">په آسونو سوارۀ حمله کوى، پړقېدونکې تُورې او ځلېدونکې نېزې ښکارى. هر طرف ته بې‌شمېره زخميان، د مړو ډيرى، بې‌شمېره مړى دى، او خلق په لاشونو تيندکونه خورى.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې نينوه د يوې بې‌حيا زناکارې په شان ده، چې ناز نخرې کوى، او خپل ښائست لکه د جادو استعمالوى، چا چې په کنجرتوب سره قومونه خپل غلامان کړى دى او په خپل جادو سره يې خلق راګېر کړى دى.</verse>
				<verse number="5">زۀ ستا خلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستا لمن ستا په مخ دراوچته کړم. زۀ به قومونو ته تا لغړه کړم او مُلکونو ته به دې وشرموم.</verse>
				<verse number="6">زۀ به په تا ګند دروغورزوم، زۀ به تا سپکه کړم او تا نه به يو تماشه جوړه کړم.</verse>
				<verse number="7">هغه ټول څوک چې تا ګورى هغوئ به تا نه وتښتى او وائى به، د نينوه نه کنډر جوړ شوے دے، څوک به د هغې دپاره ماتم کوى؟ څوک به هم نۀ وى چې تا له تسلى درکړى؟</verse>
				<verse number="8">آيا تۀ د تيبس نه ښۀ يې، چې د نيل په درياب باندې آباد دے، چې ګېرچاپېره ترې نه اوبۀ دى؟ درياب د هغې دفاع وه او اوبۀ د هغې دېوالونه.</verse>
				<verse number="9">ايتهوپيا او مِصر د دې لامحدوده زور وو، فوط او ليبيا د دې اِتحاديان وُو.</verse>
				<verse number="10">خو اوس هغه ونيولے شوه او جلاوطنه کړے شوه. د هغې بچى د هرې کوڅې په سر کښې ټوکړې ټوکړې شُو. د غلامۍ دپاره د هغې په مشرانو پچه واچولے شوه، او د هغې ټول مشران په زنځيرونو وتړلے شُو.</verse>
				<verse number="11">تۀ به هم لکه د نشيانو نشه شې، تۀ به خپل ځان پټوې او د دشمن نه به پناه غواړې.</verse>
				<verse number="12">ستا ټولې قلعه ګانې لکه د اينځر د هغه ونو په شان دى چې وړومبۍ مېوه يې پخه وى، کله چې دا وخوځولے شى، نو اينځر يې د خوړونکى خولۀ کښې راوغورزيږى.</verse>
				<verse number="13">خپلو فوجيانو ته وګوره، هغوئ ټول لکه د ښځو په شان کمزورى دى. ستا د مُلک دروازې، ستا دشمنانو ته خلاصې دى. اور د دې اړمونه سوزولى دى.</verse>
				<verse number="14">د محاصرې دپاره اوبۀ ډکې کړه، او خپلې مورچې مضبوطې کړه. خټه جوړه کړه، په پښو يې نرمه کړه، د خښتو د جوړولو دپاره يې تياره کړه.</verse>
				<verse number="15">خو اور به تا وسوزوى، تُوره به دې په مينځ دوه کړى. دشمن به دې لکه د قحطۍ د مُولخانو په شان وخورى. تر دې کۀ تاسو د قحطۍ مُولخانو په شان ډېر هم شئ خو د تښتېدلو لار به مو نۀ وى.</verse>
				<verse number="16">تا د خپلو سوداګرو شمېر زيات کړے دے تر دې چې د هغوئ شمېر د آسمان د ستورو نه هم زيات دے، خو لکه د مُولخانو هغوئ زمکه صفا کړى او بيا والوځى او لاړ شى.</verse>
				<verse number="17">ستا محافظان د قحطۍ د مُولخانو په شان دى، او ستا آفسران د قحطۍ د مُولخانو د لښکر په شان دى چې په ژمى کښې په دېوالونو کښېنى. خو کله چې نمر راښکاره شى نو دوئ والوځى او لاړ شى، او چا ته نۀ معلوميږى چې چرته ځى.</verse>
				<verse number="18">اے د اسوريى بادشاه، ستا د قوم شپونکى اودۀ دى، ستا مشران د آرام دپاره پراتۀ دى. ستا خلق په غرونو خوارۀ وارۀ شوى دى او څوک نشته چې دوئ رايوځائ کړى.</verse>
				<verse number="19">ستا زخم هيڅ يو څيز هم نۀ روغوى، ستا زخم وژونکے دے. هر څوک چې ستا په حقله ستا په راغورزېدو خبر شى هغه لاسونه پړقوى، ځکه داسې څوک نشته چې ستا د نۀ ختمېدونکى ظلم نه خلاص شوى وى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="35">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">هغه پېغام چې حبقُوق پېغمبر ته په رويا کښې مِلاو شو.</verse>
				<verse number="2">ترڅو به، اے مالِکه خُدايه، زۀ د مدد دپاره چغې وهم، خو تۀ جواب نۀ راکوې؟ زۀ درته د ظلم په حقله چغې وهم، خو تۀ مينځ ته نۀ راځې؟</verse>
				<verse number="3">تۀ ولې ما دې ته جوړوې چې بې‌اِنصافى وګورم؟ تۀ ولې بد برداشت کوې؟ تباهى او ظلم، بحث مباحثى او اختلافات زما د وړاندې دى.</verse>
				<verse number="4">ځکه خو شريعت بې‌اثره دے او اِنصاف هيڅکله نۀ کيږى. بدعمله خلق د صادقانو نه راتاو شى چې اِنصاف تالا والا کړى.</verse>
				<verse number="5">”قومونو ته وګورئ او نظر پرې ساتئ، او حېران شئ. ځکه چې زۀ به ستاسو د ژوند په دوران کښې يو داسې کار وکړم چې تاسو به پرې يقين نۀ کوئ کۀ تاسو ته وئيلے شوى هم وے.</verse>
				<verse number="6">زۀ بابليان راوچتوم، چې ظالمان او بې‌رحمه خلق دى. هغوئ په ټوله دُنيا کښې په مخه روان دى چې هغه ځايونه قبضه کړى چې د دوئ نۀ دى.</verse>
				<verse number="7">هغوئ يره او دهشت خورونکى خلق دى، د هغوئ قانون د خپل ځانونو دپاره دے او خپل عزت په خپله زياتوى.</verse>
				<verse number="8">د هغوئ آسونه د پړانګانو نه تېز دى، په شپه کښې د ليوۀ نه خطرناک دى. د هغوئ په آسونو سوارۀ فوجيان په تېزۍ سره راروان دى، د هغوئ د آسونو سوارۀ د لرې لرې نه راځى. هغوئ لکه د باز په شان غوټه وهلو له تېز الوځى.</verse>
				<verse number="9">هغوئ ټول په ظلم زياتى سره راځى. د هغوئ لښکرې لکه د صحرا د طوفان په شان مخکښې ځى او لکه د شګو په شان قېديان غونډوى.</verse>
				<verse number="10">هغوئ بادشاهان سپکوى او حکمرانانو له پېغور ورکوى. هغوئ په ټولو قلعه بند ښارونو پورې خندا کوى، هغوئ به د ښار نه ګېرچاپېره د خاورو ډيرى جوړ کړى او قبضه به يې کړى.</verse>
				<verse number="11">بيا به هغوئ لکه د طوفان په شان د ځان سره هر څۀ جارُو کړى او تېر شى. دا ګناهګاران دى، د چا چې خپل طاقت د هغوئ معبود دے.“</verse>
				<verse number="12">اے مالِکه خُدايه، آيا تۀ د ازل نه موجود نۀ يې؟ زما پاکه خُدايه، زما مقدس ذاته، مونږ به نۀ مرو. اے مالِکه خُدايه، تا هغوئ منتخب کړل چې حساب وکړى، اے ګټه، تا هغوئ مقرر کړل چې سزا ورکړى.</verse>
				<verse number="13">خو ستا سترګې بد کتلو کښې ډيرې پاکې دى، تۀ بد نۀ شې برداشت کولے. بيا ولې تۀ دوکه باز برداشت کوې؟ بيا ولې تۀ خاموش يې کله چې بدعمله هغوئ لواړ تېروى څوک چې د هغوئ نه زيات صادق دى؟</verse>
				<verse number="14">تۀ انسانان د سمندر د کبانو په شان جوړوې، لکه څنګه چې د هغوئ سمندرى قبيلې حکمران نۀ لرى.</verse>
				<verse number="15">بدعمله دشمن هغوئ ټول په کُنډو سره راوباسى، هغوئ په خپل جال کښې رانيسى، هغوئ په خپل راښکوونکى جال کښې راجمع کوى، او بيا هغه خوشحالى کوى او خوشحاله وى.</verse>
				<verse number="16">په دې وجه هغه د خپل ښکار د جالونو عبادت کوى او په مخکښې ورته خوشبويۍ سوزوى، د خپل جال په وجه هغه ښۀ ژوند تېروى او د خوښې خوراکونه کوى.</verse>
				<verse number="17">آيا هغه مسلسل خپل جال خالى کوى او قومونه په بې‌رحمۍ سره تباه کوى؟</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">زۀ به څوکيدارۍ ته ودرېږم او په خپله به په برج باندې وخېژم، زۀ به ګورم چې هغه به ما ته څۀ وائى، او چې زۀ به د خپل شکايت څۀ جواب ورکوم.</verse>
				<verse number="2">بيا مالِک خُدائ د حبقُوق دُعا ته جواب ورکړو، ”زۀ چې څۀ تا ته په رويا کښې څرګندوم هغه په تختو باندې داسې وليکه چې هر څوک يې په آسانۍ سره لوستلے شى.</verse>
				<verse number="3">نو ځکه رويا د مقرر وخت انتظار کوى، دا د آخرت په حقله خبرې کوى او دا به دروغ ثابت نۀ شى. اګر کۀ دا وخت اخلى، د دې انتظار وکړه، دا به خامخا پوره شى او ايسار به نۀ شى.</verse>
				<verse number="4">مغروره ته وګوره، هغوئ په خپل ځان يقين ساتى، او د هغوئ ژوند کوږ دے. څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.</verse>
				<verse number="5">په حقيقت کښې مال حال هغوئ دوکه کوى، هغوئ مغروره دى او هيڅکله هم په آرام نۀ وى. ځکه چې هغوئ دومره حرصناک دى څومره چې قبر وى او لکه د مرګ په شان هيڅکله هم نۀ مړيږى، هغوئ خپل ځان ته ټول قومونه راغونډوى او ټول خلق قبضه کوى.“</verse>
				<verse number="6">آيا هغوئ ټول به هغۀ ته په خندا او سپکه توګه پېغور ورنۀ کړى، او وائى به چې، ”په هغۀ دې افسوس وى څوک چې د غلا څيزونه جمع کوى او خپل ځان په قلنګ اخستلو سره مالداره کوى.“ دا به ترڅو پورې جارى وى؟</verse>
				<verse number="7">آيا ستا قرضدار به ناڅاپه راوچت نۀ شى؟ آيا هغوئ به بېدار نۀ شى او تا به ونۀ لړزوى؟ نو بيا به تۀ د هغوئ ښکار شې.</verse>
				<verse number="8">ځکه چې تاسو ډېر قومونه لوټ کړى دى، کوم خلق چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تاسو لوټ کړى. ځکه چې تاسو د انسانانو وينه تويه کړې ده، او تاسو مُلکونه او ښارونه او په دې کښې ټول خلق تباه کړى دى.</verse>
				<verse number="9">”افسوس په هغه چا چې خپله بادشاهى په ناجائزه ګټه جوړوى او خپله جاله په اوچت ځائ کښې جوړوى، د دې دپاره چې د تباهۍ د ګرفت نه بچ شى.</verse>
				<verse number="10">تاسو د ډېرو خلقو د تباهۍ منصوبه جوړه کړه، په دې طريقه تاسو خپل قوم وشرمولو او خپل ژوند مو په کښې تباه کړو.</verse>
				<verse number="11">د دېوالونو کاڼى به هم تا پسې چغې کړى، او په چت کښې د لرګى تيرونه به هم فرياد کوى.</verse>
				<verse number="12">افسوس په هغه چا څوک چې په وينه توېدو ښار آبادوى او په جرم باندې ښار قائموى.</verse>
				<verse number="13">آيا مالِک خُدائ ربُ الافواج دا نۀ ده مقرره کړې چې د خلقو محنت صرف د اور دپاره خشاک دے، او قومونه خپل ځانونه هسې ستړى کوى؟</verse>
				<verse number="14">ځکه چې زمکه به د مالِک خُدائ د جلال د عِلم نه داسې ډکه شى لکه څنګه چې سمندر د اوبو نه ډک وى.</verse>
				<verse number="15">افسوس په هغه چا چې خپل ګاونډى له شراب ورکوى، د شرابو د مشک نه ورته تر هغې پورې اچوى چې دوئ نشه شى، نو چې هغه د هغوئ لغړ بدنونه وګورى.</verse>
				<verse number="16">خو تۀ به زر د جلال په ځائ د شرم سره مخ شې. اوس ستا وار دے، وڅښه او ناسنته ځان لغړ کړه. د مالِک خُدائ د ښى لاس نه جام تا ته راروان دے، او سپکاوے به ستا جلال ختم کړى.</verse>
				<verse number="17">کوم ظلم چې تا لبنان سره وکړو هغه به تا له شکست درکړى، او کوم ظلم چې تا په ځناورو وکړو هغوئ به تا نه بدل واخلى. تا د انسان وينه تويه کړې ده، تا د زمکې په مخ کلى او ښارونه او په دې کښې ټول مخلوق تباه کړى دى.</verse>
				<verse number="18">د هغه بُت څۀ فائده ده، چې انسان تراشلے وى؟ يا هغه مجسمه چې د دروغو تعليم ورکوى؟ ځکه چې څوک دا جوړوى هغه په خپل جوړ کړى څيز اعتماد کوى، هغه جوړ کړى بُتان چې خبرې نۀ شى کولے.</verse>
				<verse number="19">افسوس په هغوئ څوک چې لرګى ته وائى، ژوندے شه. يا بې‌ساه کاڼى ته وائى، پاڅه. آيا دا دوئ ته هدايت ورکولے شى؟ دا په سرو او سپينو زرو پټ وى، خو په کښې ساه نۀ وى.</verse>
				<verse number="20">خو مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے، پرېږده چې ټوله زمکه د هغۀ په حضور کښې خاموشه شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">د حبقُوق پېغمبر دُعا.</verse>
				<verse number="2">اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د شُهرت نه خبر يم، ستا د عجيبه کارونو په وجه زۀ په يره کښې يم، اے مالِکه خُدايه. زمونږ د ژوند په ورځو کښې خپل کار تازه کړه، زمونږ په وخت کښې هغه دوباره څرګند کړه. او په خپله غصه کښې دې رحم ياد ساته.</verse>
				<verse number="3">خُدائ پاک د تيمان نه راروان دے، د فاران د غرونو نه هغه مقدس ذات راروان دے. ‎د هغۀ د شان او شوکت نه آسمانونه ډک شوى دى او د هغۀ ثناء صِفت زمکه ډکه کړې ده.</verse>
				<verse number="4">د هغۀ شان او شوکت لکه د راختونکى نمر په شان وو، او د هغۀ د لاس نه رڼاګانې ځلېدلې، په کوم کښې چې د هغۀ قدرت پټ انغښتے وو.</verse>
				<verse number="5">وبا د هغۀ نه مخکښې لاړه، او طاعون د هغۀ قدمونو پسې وو.</verse>
				<verse number="6">هغه چې ودرېدو، او زمکه يې خوځوله، هغۀ کتل او قومونه يې لړزول. پخوانى غرونه ذرې ذرې کېدل، او د ډيرې زمانې غونډۍ راغورزېدلې. د شروع نه د هغۀ تلل داسې دى.</verse>
				<verse number="7">ما د کوشن د خلقو خېمې په مصيبت کښې وليدلې، د ميديانيانو د اوسېدو ځائ په تکليف کښې.</verse>
				<verse number="8">آيا تۀ سيندونو ته غصه وې، اے مالِکه خُدايه؟ ولې ستا قهر د نِهرونو خلاف وو؟ ولې تۀ د سمندر خلاف غصه وې کله چې تۀ په خپلو آسونو او د فتحې په جنګى ګاډو سور وې؟</verse>
				<verse number="9">تا خپله لينده راښکاره کړه، تا د ډېرو غشو دپاره آواز وکړو. تا دريابونو سره زمکه په مينځ دوه کړه.</verse>
				<verse number="10">غرونو تۀ وليدلې او ولړزېدل، د اوبو سېلابونه وبهېدل، ژورو اوبو شور جوړ کړو، او خپلې چپې يې اوچتې کړې.</verse>
				<verse number="11">او څنګه چې ستا د نېزې ځلا وپړقېدله او ستا د ويشتلے شوو غشو رڼا ته، په آسمان کښې نمر او سپوږمۍ په خپل ځائ ودرېدل.</verse>
				<verse number="12">په غصه کښې تۀ په زمکه وګرځېدلې، او په قهر کښې تا قومونه چخڼى کړل.</verse>
				<verse number="13">تۀ د خپلو خلقو بچ کولو دپاره بهر راغلې، چې خپل غوره کړے شوى بچ کړې. تا د بدعمله وطن مشر چخڼى کړل، تا هغوئ د سر نه تر پښو پورې بربنډ کړل.</verse>
				<verse number="14">هغوئ د خوشحالۍ نه داسې چغې وهلې لکه چې غريبانان يې د څۀ مخالفت نه بغېر لوټ کړل. تا په خپلو نېزو د هغوئ سرونه مات کړل کله چې د هغۀ جنګيالو زمونږ د تس نس کولو دپاره په مونږ حمله وکړه.</verse>
				<verse number="15">تا سمندر د خپلو آسونو د پښو لاندې کړو، زورَورې اوبۀ دې په تاوېدو کړې.</verse>
				<verse number="16">ما واورېدل او زړۀ مې په رپېدو شو، زما شونډې په هغه آواز سره په رپېدو شوې، زما هډُوکى وراستۀ شول، او زما پښې په لړزېدو شوې. تر اوسه زۀ د مصيبت د هغه ورځې په صبر سره انتظار کوم چې په هغه قوم به راشى څوک چې په مونږ حمله کوى.</verse>
				<verse number="17">اګر کۀ د اينځرو ونه غوټۍ نۀ کوى او د انګورو په بوټو کښې انګور نشته، اګر کۀ د زيتُونو فصل ناکام شى او پټى غله نۀ پېدا کوى، اګر کۀ په شپول کښې ګډې نشته او څاروى په پنډال کښې نشته،</verse>
				<verse number="18">خو بيا هم به زۀ په مالِک خُدائ خوشحاله شم. زۀ به په خُدائ پاک په خپل خلاصونکى خوشحاله شم.</verse>
				<verse number="19">قادر مطلق خُدائ زما طاقت دے. هغه زما پښې لکه د هوسۍ د پښو په شان کوى، هغه ما د دې جوګه کوى چې په اوچتو ځايونو وګرځم. دا دُعا د موسيقۍ د مشر دپاره ده چې د رباب د تارونو سره ده.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="36">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ کلام په صفنياه نازل شو. صفنياه د کوشى زوئ او کوشى د جدلياه زوئ، او جدلياه د امرياه زوئ، او امرياه د حزقياه زوئ وو، دا کلام په هغه وخت نازل شو کله چې يوسياه د امون زوئ د يهوداه بادشاه وو.</verse>
				<verse number="2">”زۀ به د زمکې د مخ نه هر يو څيز ختم کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="3">”زۀ به بنى آدم او ځناور دواړه ختم کړم، زۀ به د هوا مارغان او د سمندر کبان ختم کړم. د بدعملو د کاڼو بُتان به تباه کړم او انسان به د زمکې د مخ نه ختم کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="4">”زۀ به خپل لاس د يهوداه او د هغوئ ټولو خلاف وراوږد کړم څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى. زۀ به د دې ځائ نه د بعل د عبادت يادونه، د بُت پرستانو نومونه او بُت پرسته اِمامان ختم کړم،</verse>
				<verse number="5">هغه څوک چې په چتونو د نمر، سپوږمۍ او ستورو عبادت کوى او هغوئ ته سجدې کوى، او په يو وخت کښې مالِک خُدائ ته سجدې کوى او د هغۀ په نوم قسم خورى او هم په هغه وخت کښې د مولک بُت په نوم قسم خورى.</verse>
				<verse number="6">او دا هم هغه خلق دى چا چې ما ته شا کړې ده او زما لټون نۀ کوى او نۀ زما لارښودنه غواړى.</verse>
				<verse number="7">د مالِک خُدائ په وړاندې خاموشه اوسه، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ نزدې ده. مالِک خُدائ يوه قربانى تياره کړې ده، هغۀ هغه څوک مقدس کړى دى چې هغۀ راغوښتى دى.</verse>
				<verse number="8">د مالِک خُدائ د قربانۍ په ورځ به زۀ شهزادګانو او د بادشاه زامنو له سزا ورکړم او هر هغه چا له چې د غېر قومونو جامې اچوى.</verse>
				<verse number="9">په هغه ورځ به زۀ هغوئ ټولو له سزا ورکړم څوک چې د بُت د عزت دپاره په درشل وردانګى، د خپلو مالِکانو کورونه د ظلم او ټګۍ نه ډکوى.</verse>
				<verse number="10">په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”يوه چغه به د کب دروازې نه اوچته شى، د ښار د نوې حصې نه به ماتم، او د غونډو نه به د ماتېدو آوازونه راځى.</verse>
				<verse number="11">د غم فرياد وکړئ، تاسو ټول چې په نوې ښار کښې اوسېږئ، ستاسو ټول سوداګر به جارُو شى، هغه ټول چې د سپينو زرو روزګار کوى هغه به تباه شى.</verse>
				<verse number="12">زۀ به ډيوه په لاس ګوټ په ګوټ په يروشلم کښې وګرځم. زۀ به هغه خلقو له سزا ورکړم چې په خپل ځان مطمئن دى، هغه څوک چې دا سوچ کوى چې مالِک خُدائ به مونږ سره نۀ ښۀ کوى او نۀ بد.</verse>
				<verse number="13">د هغوئ مال دولت به لوټ شى او د هغوئ کورونه به وران شى. هغوئ به کورونه جوړوى خو په کښې به نۀ اوسيږى، هغوئ به د انګورو باغونه وکَرى خو مے به ترې ونۀ څښى.</verse>
				<verse number="14">د مالِک خُدائ د قيامت لويه ورځ رانزدې ده، ډېره نزدې ده او زر راتلونکى ده. غوږ شئ، د مالِک خُدائ د ورځ ژړا به سخته وى، په هغه ورځ به ښۀ تکړه فوجيان هم چغې وهى.</verse>
				<verse number="15">هغه به د غضب ورځ وى، د غم او مصيبت ورځ به وى، د تباهۍ او بربادۍ ورځ به وى، د تورې تيارې او خړې ورځ به وى او د تکې تورې وريځې ورځ به وى.</verse>
				<verse number="16">د بيګل غږولو او د جنګى نعرو ورځ چې د مضبوطو ښارونو خلاف او د لوړو برجونو خلاف به وى.</verse>
				<verse number="17">زۀ به په خلقو داسې مصيبتونه راولم چې هغوئ به د ړندو په شان ګرځى. ځکه چې هغوئ زما خلاف ګناه کړې ده. د هغوئ وينه به د خاورو په شان تويه شى او د هغوئ لاشونه به سخا شى.</verse>
				<verse number="18">د مالِک خُدائ د غضب په ورځ به نۀ د هغوئ سپين زر او نۀ به د هغوئ سرۀ زر هغوئ ته خلاصون ورکولے شى. د هغۀ د غېرت په اور به ټوله دُنيا وسوزيږى ځکه چې هغه به ناګهانه د هغوئ ټولو خاتمه راولى څوک چې د زمکې په مخ باندې اوسيږى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">اے بې‌شرمه قومه، يو ځائ راغونډ شئ، يو ځائ شئ،</verse>
				<verse number="2">د دې نه مخکښې چې مقرر وخت راشى او هغه ورځ مو لکه د بوسو په شان ورک کړى، د دې نه مخکښې چې د مالِک خُدائ سخت قهر په تاسو نازل شى، د دې نه مخکښې چې د مالِک خُدائ د غضب ورځ په تاسو راشى.</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ ولټوئ، اے د زمکې ټولو عاجزانو خلقو، تاسو چې څوک د هغۀ په احکامو عمل کوئ، صداقت ولټوئ، عاجزى ولټوئ. شايد چې تاسو د مالِک خُدائ د قهر په ورځ پټ کړے شئ.</verse>
				<verse number="4">غزه به پرېښودلے شى او اسقلون به شاړ او ويجاړ پاتې شى. په نيمه ورځ کښې به اشدود خالى شى او عقرون به د بېخ نه وويستلے شى.</verse>
				<verse number="5">په تاسو دې افسوس وى څوک چې د سمندر په غاړ اوسېږئ، اے د چريتيانو خلقو، د مالِک خُدائ کلام ستاسو خلاف دے، اے کنعانه، د فلستيانو زمکې. زۀ به تا تباه کړم، او هيڅوک به باقى پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="6">د سمندر غاړه به د شپونکو د څرن ځائ او د ګډو شپول وى.</verse>
				<verse number="7">دا به د يهوداه د پاتې شوى قوم په قبضه کښې وى، هلته به هغوئ ته د څرن ځائ مِلاو شى. په ماښام کښې به هغوئ د اسقلون په کورونو کښې څملى. مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به د هغوئ غمخور وى، هغه به هغوئ بيا د غلامۍ نه واپس راولى.</verse>
				<verse number="8">”ما د موآب بې‌عزتى او د عمونيانو پيغورونه واورېدل، چا چې زما د خلقو بې‌عزتۍ وکړې او د هغوئ د مُلک خلاف يې دهمکيانې ورکړې.</verse>
				<verse number="9">نو په دې وجه، زۀ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، زۀ په خپل ذات قسم خورم، يقيناً موآب به لکه د سدوم په شان، او عمونيان به لکه د عموره په شان شى. دا ځائ به د دربو او د مالګې په کندو بدل شى، او د همېشه دپاره به شاړ ويجاړ شى. زما په خلقو کښې ژوندى پاتې به هغوئ لوټ کړى، زما د قوم ژوندى پاتې به د هغوئ مُلک قبضه کړى.“</verse>
				<verse number="10">دا هغه څۀ دى چې دوئ ته به د خپل غرور په بدله کښې او د مالِک خُدائ ربُ الافواج د قوم د بې‌عزتۍ او خندا په وجه مِلاو شى.</verse>
				<verse number="11">مالِک خُدائ به هغوئ ويروى کله چې هغه د ټولې دُنيا خُدايان کمزورى کړى. د دُنيا ټول قومونه به د هغۀ عبادت وکړى، او هر يو به يې په خپل مُلک کښې کوى.</verse>
				<verse number="12">”اے د ايتهوپيا خلقو، تاسو به هم زما په تُوره ووژلے شئ.“</verse>
				<verse number="13">هغه به خپل لاس اوږد کړى د شمال خلاف او اسور به تباه کړى، نينوه به شاړ او ويجاړ کړى او لکه د صحرا په شان به يې اوچ کړى.</verse>
				<verse number="14">څاروى او رمې او هر قسمه مخلوق به هلته آرام کوى. ګونګى به د دې د ستنو په سر کښې جالې جوړې کړى. د دوئ چغې به د کړکو نه دننه راځى، ملبه به د دې په دُرشلونو کښې وى، خلق به د دې دِيار تيرونه وزغلوى.</verse>
				<verse number="15">دا هم هغه لاپرواه ښار دے چې په حفاظت کښې پروت وو. هغې خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د ټولو نه غټ يم، او زما نه علاوه بل نشته.“ هغې نه څۀ کنډر جوړ شو او د ځنګلى ځناورو جاله شوه. هر هغه څوک چې په هغې تېريږى نو ورپورې به مسخرې کوى او د يرې نه به توبې وباسى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">افسوس د ظالمانو په ښار چې سرکشه او ناپاکه دے.</verse>
				<verse number="2">هغه د هيچا تابعدارى نۀ کوى، هغه تربيت نۀ قبلوى. هغه په مالِک خُدائ يقين نۀ کوى، هغه خپل خُدائ پاک ته نزدې نۀ راځى.</verse>
				<verse number="3">د دې آفسران غړمبېدونکى زمرى دى، د دې حکمرانان د ماښام ليوانو په شان دى، څوک چې تر سحر پورې خپل ټول ښکار خورى.</verse>
				<verse number="4">د دې پېغمبران کبرژن دى، هغوئ غداران دى، د هغې اِمامان د مقدسو ځايونو بې‌حرمتى کوى او د شريعت نافرمانى کوى.</verse>
				<verse number="5">مالِک خُدائ په هغه ښار کښې دے هغه صادق دے، هغه هيڅ بې‌اِنصافى نۀ کوى. هغه هر سحر اِنصاف کوى او هره ورځ خپل اِنصاف قائم ساتى. خو بدعمله خلق هيڅ په شرم نۀ پوهيږى.</verse>
				<verse number="6">”ما قومونه ختم کړل، د هغوئ قلعه ګانې مې تباه کړې، ما د هغوئ کوڅې ويجاړې کړې، په هغې کښې څوک تګ راتګ نۀ کوى. د هغوئ ښارونه خالى شوى دى، هيڅ څوک به په کښې پاتې نۀ شى، يو هم نه.</verse>
				<verse number="7">ما ښار ته ووئيل، يقيناً به تۀ زما نه وويرېږې او زما تربيت به قبول کړې. بيا به د هغۀ د اوسېدو ځائ تباه نۀ شى، لکه څنګه چې زما د هغۀ خلاف منصوبه وه. خو د هغوئ اوس هم دا شوق دے چې هغه ټولې بدعملۍ چې کومې يې مخکښې کولې وکړى.“</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په دې وجه ما ته انتظار وکړئ، په کومه ورځ چې زۀ به ښکار ونيسم. ما فېصله کړې ده چې قومونه راغونډ کړم، بادشاهۍ رايوځائ کړم، او خپل قهر او سخته غصه پرې نازله کړم. زما د غېرتى قهر په اور به ټوله دُنيا وسوزى.</verse>
				<verse number="9">بيا به زۀ د خلقو خبرې پاکې کړم، چې هغوئ ټول د مالِک خُدائ نوم واخلى او اوږه په اوږه د هغۀ خِدمت وکړى.</verse>
				<verse number="10">د ايتهوپيا د سيندونو بل طرف نه به زما عبادت کوونکى، زما خوارۀ وارۀ خلق، ما له نذرانې راوړى.</verse>
				<verse number="11">په هغه ورځ به تاسو د هغه ټولو خراب کارونو په وجه چې تاسو ما سره کړى دى ونۀ شرمېږئ، ځکه چې زۀ به د دې ښار نه هغه خلق لرې کړم چې په خپل غرور خوشحالۍ کوى. تۀ به بيا کله زما په مقدس غر غرور ونۀ کړې.</verse>
				<verse number="12">خو زۀ به په تا کښې خاکساره او عاجز خويه خلق پرېږدم، څوک چې د مالِک خُدائ په نوم يقين کوى.</verse>
				<verse number="13">د بنى اِسرائيلو ژوندى پاتې خلق به غلط کار نۀ کوى، هغوئ به دروغ نۀ وائى، او نۀ به د هغوئ په ژبه دوکه وى. هغوئ به خورى څښى او آرام به کوى او هيڅ څوک به هغوئ نۀ يروى.“</verse>
				<verse number="14">سندرې ووايه، اے د صيون لورې، په زوره چغې ووهه، اے بنى اِسرائيله. خوشحاله شه او په خپل پوره زړۀ سره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې.</verse>
				<verse number="15">مالِک خُدائ ستاسو سزا ختمه کړې ده، هغۀ ستاسو دشمنان واپس کړل. مالِک خُدائ، د اِسرائيل بادشاه، ستاسو مل دے، تاسو به بيا هيڅکله د څۀ نقصان نه نۀ يرېږئ.</verse>
				<verse number="16">په هغه ورځ به هغوئ يروشلم ته ووائى چې، ”يرېږه مه، اے صيونه، پرى نۀ ږدئ چې ستا لاسونه کمزورى پاتې شى.</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى. هغه به تاسو نه ډېر خوشحاله وى، هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى، هغه به په تا په سندرو سره خوشحالى وکړى.</verse>
				<verse number="18">زۀ به هغوئ ستاسو نه لرې کړم څوک چې د مقرر شوى اخترونو په وجه غمژن وُو نو دا به نور ستاسو دپاره د شرم سبب نۀ وى.</verse>
				<verse number="19">په هغه وخت به زۀ معامله وکړم هغوئ ټولو سره چې په تا يې ظلم زياتے کړے دے، زۀ به ګوډيان بچ کړم او هغوئ به راغونډ کړم چې څوک خوارۀ وارۀ شوى دى. زۀ به هغوئ له عزت او جلال ورکړم، په هر مُلک کښې چرته چې دوئ رسوا شوى وُو.</verse>
				<verse number="20">په هغه وخت به زۀ تاسو راغونډ کړم، په هغه وخت به زۀ تاسو خپلو کورونو ته راولم. زۀ به تاسو ته د دُنيا په ټولو خلقو کښې عزت او جلال درکړم، زۀ به تاسو ستاسو د خپلو سترګو د وړاندې بيا آباد کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="37">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُبابل د شلتى‌اېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو.</verse>
				<verse number="2">”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، دا خلق وائى چې د مالِک خُدائ د کور بيا جوړولو وخت لا نۀ دے راغلے.“</verse>
				<verse number="3">بيا د مالِک خُدائ پېغام د حجى پېغمبر په ذريعه راغلو چې،</verse>
				<verse number="4">”آيا تاسو ته دا ښۀ ښکارى چې زما کور کنډر پروت وى او تاسو په عالى شان کورونو کښې اوسېږئ؟</verse>
				<verse number="5">اوس مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، تاسو سره چې څۀ کيږى ورباندې غور وکړئ.</verse>
				<verse number="6">تاسو ډېر تخم کَرلے دے، خو فصل مو لږ رېبلے دے. تاسو خوراک کوئ خو ورباندې مړېږئ نه. تاسو اوبۀ څښئ، خو تنده مو پرې نۀ ختميږى. تاسو جامې اغوندئ، خو پرې نۀ ګرمېږئ. تاسو تنخواه ګټئ، خو صرف په هغه بټوه کښې اچولو دپاره چې په کښې سورى وى.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې په خپلو کارونو ډېر غور کوئ.</verse>
				<verse number="8">بره غر ته لاړ شئ او لرګى ترې لاندې راوړئ، او زما کور جوړ کړئ، نو چې زۀ پرې خوشحاله شم او عزتمند شم، مالِک خُدائ داسې فرمائى.</verse>
				<verse number="9">تاسو د ډېرو په طمع وئ، خو وګورئ، دا لږ وختل. تاسو چې کور ته څۀ راوړل، هغه ما په هوا کښې والوځول. ولې؟ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زما د کور په وجه چې ګډ‌وډ پروت دے، او تاسو ټول په خپلو کورونو جوړولو کښې مصروف يئ.</verse>
				<verse number="10">نو ځکه ستاسو په وجه، آسمانونو پرخه ورول او زمکې فصل کول بند کړل.</verse>
				<verse number="11">ما د اوچ کالۍ حکم کړے دے چې په زمکه او غرونو، په غله، په نوې ميو، په زيتُونو تېلو او په هر قسمه پېداوار چې زمکه يې کوى، په انسانانو او ځناورو، او ستاسو د لاسونو په محنت دې راشى.“</verse>
				<verse number="12">بيا زرُبابل د شلتى‌اېل زوئ، يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زوئ، او د مالِک خُدائ پاتې شوو ټولو خلقو د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک خبرې ومنلې چې د حجى پېغمبر په ذريعه وئيلے شوې وې چې مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک هغه رالېږلے وو. او خلق د مالِک خُدائ نه ويرېدل.</verse>
				<verse number="13">بيا حجى، د خُدائ پاک پېغمبر، خلقو ته د مالِک خُدائ دا پېغام ورسولو، ”زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ فرمائى.“</verse>
				<verse number="14">نو مالِک خُدائ د زرُبابل د شلتى‌اېل د زوئ جذبه راپاروله چې د يهوداه حاکِم وو، او د يشوَع جذبه چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو، او د مالِک خُدائ د ټولو ژوندى پاتې شوو خلقو جذبه. هغوئ راغلل او د مالِک خُدائ ربُ الافواج چې د هغوئ پاک خُدائ وو په کور يې کار شروع کړو.</verse>
				<verse number="15">دا کار د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په څليريشتمه ورځ شروع شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">د اوومې مياشتې په يويشتمه ورځ، د مالِک خُدائ کلام په حجى پېغمبر نازل شو چې،</verse>
				<verse number="2">”زرُبابل د شلتى‌اېل زوئ ته چې د يهوداه حکمران دے، يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ دے، او د مالِک خُدائ پاتې شوى خلقو ته ووايه. هغوئ نه تپوس وکړئ،</verse>
				<verse number="3">په تاسو کښې داسې څوک پاتې دى چا چې د خُدائ د دې کور مخکښې شان او شوکت ليدلے وو؟ دا تاسو ته اوس څنګه ښکارى؟ ولې دا تاسو ته هيڅ هم نۀ ښکارى څۀ؟</verse>
				<verse number="4">خو اوس تکړه شه، اے زرُبابله، مالِک خُدائ فرمائى چې، تکړه شه، اے يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زويه، تکړه شه، اے د دې مُلک ټولو خلقو، مالِک خُدائ فرمائى، کار کوئ. ځکه چې زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى،</verse>
				<verse number="5">لکه څنګه چې ما تاسو سره وعده کړې وه کله چې تاسو د مِصر نه بهر راوتلئ. زما روح ستاسو په مينځ کښې دے نو تاسو مۀ يرېږئ.</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، لږ وخت پس به زۀ آسمان او دُنيا، سمندر او اوچه زمکه وخوځوم.</verse>
				<verse number="7">زۀ به ټول قومونه ولړزوم، او د ټولو قومونو خزانې به راوړے شى او زۀ به دا کور د جلال نه ډک کړم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="8">سپين زر زما دى او سرۀ زر هم زما دى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="9">د دې موجوده کور جلال به د مخکښې کور د جلال نه زيات وى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. او زۀ به په دې ځائ کښې امن راولم. مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“</verse>
				<verse number="10">په څليريشتمه ورځ د نهمې مياشت، د داريوس د بادشاهۍ په دوېم کال، د مالِک خُدائ کلام په حجى پېغمبر نازل شو،</verse>
				<verse number="11">”مالِک خُدائ ربُ الافواج وفرمائيل چې، اِمامانو نه تپوس وکړئ چې شريعت په دې حقله څۀ فرمائى.</verse>
				<verse number="12">کۀ چرې يو سړے د قربانۍ نه مقدسه غوښه په خپله لمنه کښې واچوى او چرته يې وړى، او د هغۀ لمن روټۍ يا ترکارۍ، ميو، تېلو يا نور د خوراک څيزونو سره ولګى، آيا دا څيزونه به هم مقدس شى؟“ نو اِمامانو په جواب کښې ووئيل چې، ”نه.“</verse>
				<verse number="13">بيا حجى وفرمائيل، ”کۀ چرې يو سړے د مړى سره په لګېدو باندې ناپاک شى بيا کۀ هغه په دې کښې څۀ څيز سره ولګيږى، آيا دا به ناپاک شى؟“ ”آو،“ اِمامانو جواب ورکړو، ”دا به ناپاک شى.“</verse>
				<verse number="14">بيا حجى وفرمائيل، ”زما په نظر کښې د دې خلقو او د دې قوم هم دا حال دے. مالِک خُدائ فرمائى چې، دوئ چې څۀ کوى او څۀ قربانى کوى هغه ناپاک دى.</verse>
				<verse number="15">د دې نه وړاندې چې د مالِک خُدائ د کور د بنياد کاڼى يو په بل نۀ وُو اېښودلے شوى، اوس دې خبرې ته ښۀ خيال وکړئ چې ستاسو به څۀ حال وو؟</verse>
				<verse number="16">کله چې تاسو د غلې د شلو بورو په اُميد راغلى وئ، نو هلته صرف لس بورۍ وې. کۀ څوک د ميو چاټۍ ته راغلو چې سل ليټره ترې راوباسى، او هلته صرف پنځوس ليټره وې.</verse>
				<verse number="17">ما ستاسو د لاس په ټولو کارونو، تِليا او پپونکې او ږلۍ راوسته. خو تاسو بيا هم ما ته واپس رانۀ غلئ، مالِک خُدائ دا فرمائى.</verse>
				<verse number="18">تاسو په دې نننۍ ورځ چې د نهمې مياشتې څليريشتم تاريخ دے سوچ وکړئ، کله چې په دې ورځ د مالِک خُدائ د کور بنياد کېښودلے شو. په دې فکر وکړئ،</verse>
				<verse number="19">زۀ اوس تاسو سره وعده کوم په دې وخت کښې چې غله لا په ګودام کښې شته، تاسو تر اوسه پورې خپل فصل نۀ دے لو کړے، او ستاسو د انګورو بوټو او د اينځرو ونو، انار او د زيتُونو ونو هيڅ مېوه لا نۀ ده کړې. خو د نن نه به زۀ تاسو له برکت درکړم.“</verse>
				<verse number="20">په هم هغه ورځ د هغې مياشتې په څليريشتمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په دوېم ځل په حجى نازل شو چې،</verse>
				<verse number="21">”زرُبابل ته ووايه چې د يهوداه حکمران دے چې زۀ به آسمان او زمکه وخوځوم.</verse>
				<verse number="22">زۀ به شاهى تختونه اولټه کړم او د پردو حکومتونو طاقت به ختم کړم. زۀ به جنګى ګاډۍ او د دې چلوونکى په بل مخ واړوم، آسونه او د دې سوارۀ به يو بل ووژنى.</verse>
				<verse number="23">مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زۀ به تا په هغه ورځ بوځم، زما خِدمت کوونکى زرُبابل د شلتى‌اېل زويه، مالِک خُدائ فرمائى، او زۀ به تا لکه د خپل مهر د ګوتې په شان کړم، ځکه چې تۀ ما خوښ کړے يې. مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.“</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="38">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ د دوېم کال په اتمه مياشت، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه پېغمبر، د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو،</verse>
				<verse number="2">”ستاسو پلار نيکۀ ته مالِک خُدائ ډېر غصه وو.</verse>
				<verse number="3">نو په دې وجه خلقو ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې ما ته راواپس شئ، او زۀ به تاسو ته راواپس شم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="4">د خپل پلار نيکۀ په شان مۀ جوړېږئ، چا ته به چې پخوانو پېغمبرانو فرمائيل چې، ”مالِک خُدائ دا فرمائى چې، د خپلې بدعملۍ نه او د خپل بدعمله کارونو نه واوړئ.“ خو هغوئ به ما ته غوږ نۀ نيولو او نۀ به يې توجو راکوله، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="5">خو ستاسو پلار نيکۀ اوس چرته دى؟ ولې هغوئ او پېغمبران به تر ابده ژوندى وى څۀ؟</verse>
				<verse number="6">خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“</verse>
				<verse number="7">د داريوس د بادشاهۍ په دوېم کال، د يوولسمې مياشتې په څليريشتمه ورځ چې د شيباط مياشت وه، د مالِک خُدائ کلام زکرياه د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو،</verse>
				<verse number="8">په شپه کښې ما يوه رويا وليده، او هلته زما په وړاندې يو سړے په سُور آس سور وو. هغه آس د سر درو ونو په مينځ کښې په يو تنګه وادۍ کښې ولاړ وو. د هغۀ نه شاته سرۀ، نسوارى او سپين آسونه وُو.</verse>
				<verse number="9">ما تپوس وکړو، ”دا څۀ دى، زما مالِکه؟“ هغه فرښتې چې ما سره يې خبرې کولې جواب راکړو، ”زۀ به تا ته وښايم چې دا څۀ دى.“</verse>
				<verse number="10">بيا هغه سړے چې د سر درو ونو مينځ کښې ولاړ وو هغۀ جواب راکړو، ”دا هغه څوک دے چې مالِک خُدائ رالېږلے دے چې په دُنيا کښې ګشت وکړى.“</verse>
				<verse number="11">او هغوئ د مالِک خُدائ فرښتې ته خبر ورکړو، څوک چې د سر درو ونو په مينځ کښې ولاړه وه، ”مونږ په ټوله دُنيا کښې ګشت وکړو او پته راته ولګېده چې ټوله دُنيا په آرام او امن کښې ده.“</verse>
				<verse number="12">بيا د مالِک خُدائ فرښتې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تۀ به ترڅو پورې په يروشلم او د يهوداه په علاقو رحم نۀ کوې، چا ته چې تۀ د اويا کالو نه غصه يې؟“</verse>
				<verse number="13">نو مالِک خُدائ په رحم او نرم لفظونو هغه فرښتې سره خبرې وکړې چا چې ما سره خبرې کولې.</verse>
				<verse number="14">بيا هغه فرښتې چا چې ما سره خبرې کولې راته يې وفرمائيل، ”د دې کلام اعلان وکړه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، زۀ په يروشلم او صيون ډېر زيات غېرت کوم.</verse>
				<verse number="15">خو زۀ هغه نورو قومونو ته ډېر غصه يم چې په امن او سکون کښې ژوند کوى. زۀ خپلو خلقو ته لږ غصه وم، خو دې قومونو هغوئ ته زما د ارادې نه زيات نقصان ورکړو.</verse>
				<verse number="16">په دې وجه، مالِک خُدائ دا فرمائى، زۀ به يروشلم ته واپس رحم سره راشم، او هلته به زما کور بيا آباد شى. او د ناپ تول تارونه به په يروشلم راښکلے شى، دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="17">نو دا هم ووايه، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زما ښارونه به بيا د برکت نه ډک شى، او مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى او يروشلم به لکه د خپل ښار دوباره غوره کړى.“</verse>
				<verse number="18">بيا ما بره وکتل، او هلته زما په وړاندې څلور ښکرونه وُو.</verse>
				<verse number="19">ما تپوس وکړو، د هغه فرښتې نه چې ما سره يې خبرې کولې، ”دا څۀ دى؟“ هغې جواب راکړو، ”دا هغه ښکرونه دى چې يهوداه، اِسرائيل او يروشلم يې خوارۀ وارۀ کړى دى.“</verse>
				<verse number="20">بيا مالِک خُدائ ما ته څلور لوهاران وښودل.</verse>
				<verse number="21">ما ترې نه تپوس وکړو چې، ”دا څلور کسان د څۀ دپاره راروان دى؟“ نو فرښتې جواب راکړو، ”دا څلور ښکرونه هغه قومونه دى چې يهوداه يې عاجز او تس نس کړو. نو اوس دا لوهاران راغلى دى چې دا قومونه ويروى او راښکته يې کړى او د هغوئ کبر ختم کړى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">بيا ما بره وکتل، او هلته زما په وړاندې د ناپ تول فيته په لاس يو سړے ولاړ وو.</verse>
				<verse number="2">نو ما ترې نه تپوس وکړو چې، ”تۀ چرته روان يې؟“ هغۀ راته په جواب کښې وفرمائيل، ”د يروشلم ناپ کولو له، چې دا معلوم کړم چې هغه څومره پلن او څومره اوږد دے.“</verse>
				<verse number="3">نو څۀ وخت چې کومې فرښتې ما سره خبرې کولې هغه مخکښې لاړه نو په دې وخت کښې يوه بله فرښته د هغې سره مِلاوېدو دپاره راغله،</verse>
				<verse number="4">او هغې ته يې وفرمائيل، ”په منډه لاړ شه، هغه ځوان سړى ته ووايه چې يروشلم به د دېوالونو نه بغېر ښار وى ځکه چې دې کښې به انسانان او ځناور په ډېر لوئ تعداد وى.</verse>
				<verse number="5">او زۀ به په خپله د دې نه ګېرچاپېره د اور دېوال يم، مالِک خُدائ فرمائى، او زۀ به په خپله د دې ښار په مينځ کښې جلال يم.“</verse>
				<verse number="6">”راشئ، راشئ. د شمالى مُلک د جلاوطنۍ نه راوتښتئ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”ځکه ما تاسو په ټوله دُنيا کښې څلور واړو طرفونو ته خوارۀ کړئ،“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="7">”اے د صيون خلقو راوتښتئ، څوک چې په بابل کښې جلاوطن شوى يئ.“</verse>
				<verse number="8">نو مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ هغه جلالى خُدائ هغه قومونو ته راولېږلم، چا چې تۀ لوټ کړے يې، ځکه چې هر څوک چې تا سره ولګى نو هغه د خپلې سترګې ګاټى سره لګى.</verse>
				<verse number="9">په يقين سره به زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف راوچت کړم نو د هغوئ غلامان به هغوئ لوټ کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="10">چغې ووهه او خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. ځکه چې زۀ راروان يم، او زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسېږم،“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="11">”په هغه ورځ به ډېر قومونه د مالِک خُدائ سره يوځائ شى او هغوئ به زما خلق شى. زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسېږم او تاسو به په دې پوهه شئ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="12">مالِک خُدائ به په مقدسه زمکه کښې يهوداه لکه د خپلې حصې ميراث حاصل کړى او يروشلم به بيا لکه د خپل ښار غوره کړى.</verse>
				<verse number="13">اے ټولو انسانانو د مالِک خُدائ په وړاندې خاموش ودرېږئ، ځکه چې هغه په خپله د خپل مقدس ځائ نه راوچت شوے دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">بيا هغۀ ما ته يشوَع مشر اِمام وښودلو چې د مالِک خُدائ د فرښتې په وړاندې ولاړ وو، او اِلزام لګوونکے يعنې شېطان د هغۀ په ښى طرف ولاړ وو چې په هغۀ اِلزام ولګوى.</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا رټى، شېطانه. هغه مالِک خُدائ، چا چې يروشلم غوره کړے دے، هغه تا رټى. آيا دا سړے هغه سوزېدونکې لرګى په شان نۀ دے چې د اور نه راښکلے شوے وى؟“</verse>
				<verse number="3">اوس يشوَع په ګنده جامو کښې د فرښتې په مخکښې ولاړ وو.</verse>
				<verse number="4">فرښتې هغوئ ته وفرمائيل څوک چې د هغۀ د وړاندې ولاړ وُو، ”د دۀ نه ګنده جامې وباسئ.“ بيا هغې يشوَع ته وفرمائيل، ”وګوره، ما ستا ګناهونه لرې کړل، او زۀ به تا ته ښائسته جامې درواغوندم.“</verse>
				<verse number="5">بيا ما ووئيل، ”هغوئ دې د هغۀ په سر باندې يو پاک پټکے کېږدى،“ او هغوئ ورته پاک پټکے په سر کېښودو او ښکلې نوې جامې يې ورواغوستلې کله چې لا د مالِک خُدائ فرښته د هغۀ سره هلته ولاړه وه.</verse>
				<verse number="6">د مالِک خُدائ فرښتې يشوَع له په کلکه وفرمائيل،</verse>
				<verse number="7">”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ تۀ زما په لار روان يې او زما قانون منې، نو تۀ به زما د کور حکمرانى کوې او زما د دربار اختيار به درسره وى، او زۀ به تا له د دوئ په مينځ کښې ځائ درکړم څوک چې دلته ولاړ دى.</verse>
				<verse number="8">واوره، اے مشر اِمامه يشوَع او نور اِمامان چې ستا په وړاندې ناست دى، تاسو د راتلونکى ښۀ وخت نښه يئ، زۀ به خپل خِدمت کوونکے راولم چې څانګه بللے شى.</verse>
				<verse number="9">وګورئ، هغه قيمتى کاڼے چې ما د يشوَع په وړاندې اېښے دے. د هغه کاڼى اووۀ مخونه دى، او زۀ به په دې نقش وليکم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، او زۀ به د دې مُلک ګناهونه په يوه ورځ کښې ختم کړم.</verse>
				<verse number="10">په هغه ورځ به تاسو هر يو کس خپل ګاونډى راوغواړئ چې خپل د انګورو او اينځر د ونې لاندې کښېنئ، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">بيا کومې فرښتې چې ما سره خبرې کولې ما له بيا راغله او زۀ يې بېدار کړم، لکه څنګه چې يو سړے د خوب نه راپاڅوى.</verse>
				<verse number="2">”اوس تا ته څۀ ښکارى؟“ هغې ما نه تپوس وکړو. ما جواب ورکړو، ”زۀ د سرو زرو يو ډيوټ ګورم چې په سر يې د تېلو يوه کاسه ده. او د کاسې نه ګېرچاپېره اووۀ ډيوې دى، او د هرې يوې د باتو سره اووۀ د تېلو فوارې دى.</verse>
				<verse number="3">هم دې سره خوا ته دوه د زيتُونو ونې دى، يو د جام ښى طرف ته او بله ګس طرف ته ده.“</verse>
				<verse number="4">ما د فرښتې نه تپوس وکړو چا چې ما سره خبرې کولې، ”دا څۀ دى، زما مالِکه؟“</verse>
				<verse number="5">هغې ما ته جواب راکړو، ”آيا تا ته پته نشته چې دا څۀ دى؟“ ”نه، زما مالِکه،“ ما جواب ورکړو.</verse>
				<verse number="6">نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="7">هيڅ څيز هم نه، تر دې چې د زرُبابل په لار کښې غټ غرونه هم نۀ شى ودرېدلے، دا به د هغۀ په وړاندې هوار کړے شى. او کله چې زرُبابل د خُدائ د کور آخرى کاڼے په خپل ځائ کښې ږدى، خلق به چغې ووهى، خُدائ دې برکت ورکړى. خُدائ دې برکت ورکړى.“</verse>
				<verse number="8">بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="9">”د زرُبابل لاسونو د خُدائ د کور بنياد کېښودو، هم د دۀ لاسونه به يې مکمل کړى. بيا به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="10">وړو شروعاتو ته په سپکه سترګه مۀ ګورئ، ځکه چې هغه د کار په شروع کېدو سره چې د زرُبابل په لاس کښې سال وګورى خوشحاليږى. دا اووۀ ډيوې د مالِک خُدائ د سترګو نمائندګى کوى، چې د هغوئ په ذريعه د ټولې دُنيا لټون کوى.“</verse>
				<verse number="11">بيا ما د فرښتې نه تپوس وکړو، ”دا د زيتُونو دوه ونې څۀ دى چې د ډيوټ ښې او ګس طرف ته دى؟“</verse>
				<verse number="12">او بيا ما هغې نه تپوس وکړو، ”دا دوه د زيتُونو څانګې چې د سرو زرو دوه نلکو په خوا کښې دى چې ترې تېل بهيږى دا څۀ دى؟“</verse>
				<verse number="13">هغې جواب راکړو، ”آيا تا ته پته نشته چې دا څۀ دى؟“ ”نه، مالِکه،“ ما ورته ووئيل.</verse>
				<verse number="14">نو هغې وفرمائيل، ”دا دوه غوره شوى سړى دى چې د ټولې دُنيا د مالِک خِدمت وکړى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">ما بيا وکتل، هلته په هوا کښې زما په وړاندې يو کولاو شوے طومار وو.</verse>
				<verse number="2">نو فرښتې زما نه تپوس وکړو چې، ”تا ته څۀ ښکارى؟“ ما جواب ورکړو چې، ”ما ته په هوا کښې يو کولاو طومار ښکارى چې لس ګزه اوږد او پينځۀ ګزه پلن دے.“</verse>
				<verse number="3">او هغې ما ته وفرمائيل، ”دا هغه لعنت دے چې په ټوله دُنيا کښې به راشى، ځکه څۀ چې د دۀ په يو اړخ کښې ليکلے شوى دى د هغې په مطابق، هر يو غل به وشړلے شى، او څۀ چې د دې په بل اړخ ليکلے شوى دى د هغې په مطابق، هر څوک چې د دروغو قسمونه خورى هغوئ به لرې کړے شى.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، زۀ به دا لعنت بهر ولېږم، او دا به د غل کور ته او د هغه چا کور ته ورننوځى څوک چې زما په نوم د دروغو قسمونه خورى. دا به په هغه کور کښې پاتې شى او دا به د دې لرګى او کاڼى دواړه په پوره توګه تباه کړى.“</verse>
				<verse number="5">بيا هغه فرښته چې ما سره يې خبرې کولې ما ته نزدې راغله او ما ته يې وفرمائيل، ”بره وګوره او هغه څۀ چې ښکارى دا څۀ دى.“</verse>
				<verse number="6">ما ترې تپوس وکړو چې، ”دا څۀ دى؟“ هغې جواب راکړو، ”دا د پېمانې ټوکرۍ ده.“ او هغې دا وفرمائيل چې، ”چې د ټول مُلک د خلقو د بې‌اِنصافۍ نه ډکه ده.“</verse>
				<verse number="7">بيا د سيکې دروند سر د ټوکرۍ نه اوچت کړے شو، او په ټوکرۍ کښې يوه ښځه ناسته وه.</verse>
				<verse number="8">فرښتې وفرمائيل، ”د دې ښځې نامه بدعملى ده،“ او هغې هغه په ټوکرۍ کښې بيا ورديکه کړه او د سيکې دروند سر يې پرې کېښودو.</verse>
				<verse number="9">بيا ما بره وکتل، او زما په وړاندې دوه ښځې وې، چې وزرې يې په هوا کښې وې. د هغوئ وزرې لکه د زاڼې د وزرې په شان وې، او هغوئ دا ټوکرۍ د زمکې نه آسمان ته وخېژوله.</verse>
				<verse number="10">”هغوئ دا ټوکرۍ چرته وړى؟“ ما د هغه فرښتې نه چې ما سره يې خبرې کولې تپوس وکړو.</verse>
				<verse number="11">هغې جواب راکړو چې، ”د بابل مُلک ته چې د هغې دپاره هلته يو کور تيار کړى. کله چې هغه تيار شى، نو هلته به ټوکرۍ په خپل ځائ کېښودے شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">ما بيا بره وکتل، او هلته زما په وړاندې څلور جنګى ګاډۍ د پيتلو د دوو غرونو د مينځ نه راروانې وې.</verse>
				<verse number="2">وړومبۍ ګاډۍ کښې سرۀ آسونه، دوېمه کښې تور آسونه وُو،</verse>
				<verse number="3">درېمه کښې سپين آسونه او څلورمه کښې برَګ آسونه وُو، ټول ډېر مضبوط وُو.</verse>
				<verse number="4">ما د هغه فرښتې نه تپوس وکړو چا چې ما سره خبرې کولې، ”دا څۀ دى زما مالِکه؟“</verse>
				<verse number="5">فرښتې راله جواب راکړو، ”دا د آسمان څلور روحونه دى، دا د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د حضور نه بهر راوتل.</verse>
				<verse number="6">هغه ګاډۍ چې تور آسونه يې دى د شمال مُلک طرف ته، د سپينو آسونو والا د مغرب طرف ته، او د برَګو آسونو والا د جنوب طرف ته روانه ده.“</verse>
				<verse number="7">کله چې هغه طاقتور آسونه بهر ووتل، نو هغوئ د دُنيا د ګشت لګولو دپاره بې‌صبره وُو. او هغې وفرمائيل، ”لاړ شئ او په دُنيا کښې ګشت ولګوئ.“ نو هغوئ د دُنيا د ګشت لګولو دپاره لاړل.</verse>
				<verse number="8">بيا هغې ما ته آواز وکړو چې، ”ګوره، کوم آسونه چې د شمال طرف ته روان دى هغوئ زما غصه په شمال مُلک کښې سړه کړه.“</verse>
				<verse number="9">بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="10">”د جلاوطن کړے شوى خلدى، طوبياه او يدعياه نه سپين زر او سرۀ زر واخله، څوک چې د بابل نه راغلى دى. هم په هغه ورځ د يوسياه د صفنياه د زوئ کور ته لاړ شه.</verse>
				<verse number="11">د هغوئ د سپينو زرو او سرو زرو تحفه واخله او تاج ترې جوړ کړه، او دا د مشر اِمام د يهوصدق د زوئ يشوَع په سر کړه.</verse>
				<verse number="12">هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”دا هغه سړے دے د چا نوم چې څانګه ده، او دے به د خپل ځان نه څانګې خورې کړى او د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى.</verse>
				<verse number="13">دا هغه څوک دے چې د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى او دۀ ته به د بادشاهۍ جامې ورواغوستے شى او په تخت به کښېنى او بادشاهى به کوى. او په خوا کښې به اِمام د دۀ تخت سره ولاړ وى. او د دواړو په مينځ کښې به جوړ توړ وى.“</verse>
				<verse number="14">د خلدى، طوبياه، يدعياه او حين د صفنياه زوئ ته به تاج د مالِک خُدائ په کور کښې د يادګار په توګه ورکړے شى.</verse>
				<verse number="15">هغه څوک چې لرې دى هغوئ به راشى او د مالِک خُدائ د کور په جوړولو کښې به مدد وکړى. او تاسو ته به پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم. دا به وشى خو چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره تابعدارى وکړئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">د داريوس د سلطنت په څلورم کال، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه نازل شو د نهمې مياشتې په څلورمه ورځ د کِسليو په مياشت کښې.</verse>
				<verse number="2">د بيت‌ايل خلقو شراضر او رجم‌مِلک سره د خپلو سړو ولېږل، چې مالِک خُدائ ته زارى وکړى</verse>
				<verse number="3">چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د کور د اِمامانو او پېغمبرانو نه تپوس وکړى چې، ”آيا مونږ ماتم وکړُو او روژه ونيسو په پينځمه مياشت کښې، لکه څنګه چې مونږ دا د ډېرو کالونو نه کوُو؟“</verse>
				<verse number="4">بيا د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="5">”د دې مُلک د ټولو خلقو نه او اِمامانو نه پوښتنه وکړه، کله چې تاسو روژه نيوله او ماتم مو په پينځمه او اوومه مياشت کښې د تېرو اويا کالو راسې کولو، آيا دا روژې په حقيقت تاسو زما دپاره نيولې؟</verse>
				<verse number="6">او کله چې تاسو خوراک څښاک کولو، آيا دا تاسو د ځان دپاره نۀ کولو؟</verse>
				<verse number="7">آيا دا هغه کلام نۀ دے چې ما مالِک خُدائ فرمائيلى وُو د وړومبيو پېغمبرانو په ذريعه کله چې په يروشلم او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې سکون او برکت وو، او نجب او د مغربى غرونو لمنې ښۀ آبادې وې؟“</verse>
				<verse number="8">او د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام بيا په زکرياه نازل شو،</verse>
				<verse number="9">”دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، په رښتيا سره اِنصاف کوئ، يو بل سره رحم او مينه کوئ.</verse>
				<verse number="10">په کونډو، يتيمانو، په پردو او غريبانانو ظلم زياتے مۀ کوئ. په خپلو زړونو کښې يو بل ته شېطانى سوچونه مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="11">خو هغوئ په دې غور کولو نه اِنکار وکړو، او په سرکشۍ سره يې ورته شا کړه او خپل غوږونه يې بند کړل.</verse>
				<verse number="12">هغوئ خپل زړونه لکه د هيرې سخت کاڼى په شان سخت کړل او هغوئ هغه حکمونو يا تعليماتو ته توجو نۀ ورکوله چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپل روح نه د پخوانو پېغمبرانو په ذريعه رالېږلى وُو، نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج سخت په قهر شو.</verse>
				<verse number="13">کله چې ما ورته آواز وکړو، نو هغوئ نۀ اورېدلو، او نو اوس کله چې هغوئ آواز وکړى، نو زۀ به يې نۀ اورم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="14">ما هغوئ د طوفان په ذريعه په لرى قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړل، چرته چې هغوئ لکه د پردو په شان اوسېدل. د هغوئ مُلک وران ويجاړ پروت وُو او د هغوئ نه پس ورته څوک نۀ شو راتلے. نو دغه شان د هغوئ خپل ښکلے مُلک په صحرا بدل شو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">بيا د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام په ما نازل شو،</verse>
				<verse number="2">مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”زۀ په يروشلم ډېر زيات غېرت کوم، زۀ د هغې دپاره سوزېږم.“</verse>
				<verse number="3">مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”زۀ به صيون ته راواپس شم او په يروشلم کښې به اوسېږم. بيا به يروشلم وفادار ښار بللے شى، او د مالِک خُدائ ربُ الافواج غر به مقدس غر بللے شى.“</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”يو ځل بيا به زاړۀ سړى او ښځې د يروشلم په کوڅو کښې کښېنى، هر يو سره به د بوډاتوب په وجه په لاس کښې کونټۍ وى.</verse>
				<verse number="5">د ښار کوڅې به د هلکانو او جينکو نه ډکې وى او په کښې به لوبې کوى.“</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”کېدے شى چې د هغه وخت پاتې شوى خلقو ته دا ناممکنه ښکارى، خو آيا دا به ما ته هم ناممکنه ښکارى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”زۀ به خپل خلق د مشرق او مغرب د مُلکونو نه بچ کړم.</verse>
				<verse number="8">زۀ به هغوئ واپس راولم چې په يروشلم کښې اوسيږى، هغوئ به زما خلق وى، او زۀ به په ايماندارۍ او صداقت د هغوئ خُدائ پاک يم.“</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”تاسو څوک چې دا کلام اوس اورئ چې نبيانو فرمائيلے دے څوک چې هلته وُو کله چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د کور بنياد کېښودے شو، خپل لاسونه مضبوط کړئ چې د خُدائ پاک کور جوړ شى.</verse>
				<verse number="10">د هغه وخت نه مخکښې د انسان او ځناور چا دپاره هم د مزدورۍ پېسې نۀ وې. هيڅ څوک هم خپل کاروبار ته د خپلو دشمنانو په وجه په حفاظت سره نۀ شو تلے، ځکه چې ما هر سړے د خپل ګاونډى دشمن کړے وو.</verse>
				<verse number="11">خو زۀ به اوس د دې خلقو پاتې شوو سره داسې معامله ونۀ کړم لکه چې ما مخکښې کړې وه،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="12">”تخم به په خير سره کَرلے کيږى، د انګورو بوټى به ښۀ مېوه کوى، زمکه به خپل فصلونه کوى، او آسمانونه به پرخه ورَوى. زۀ به دا هر څۀ د ميراث په توګه د دې خلقو ژوندى پاتې شوو ته ورکړم.</verse>
				<verse number="13">څنګه چې تۀ د قومونو دپاره د لعنت نښه وې، اے يهوداه او اِسرائيله، نو داسې به زۀ تا بچ کړم، او تۀ به د برکت سبب وګرځې. مۀ يرېږه، او تکړه شه.“</verse>
				<verse number="14">مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”څنګه چې ما په تاسو باندې د افت راوستلو پخه فېصله وکړه او هيڅ رحم مې ونۀ کړو کله چې ستاسو پلار نيکۀ زۀ غصه کړم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى،</verse>
				<verse number="15">”نو اوس ما پخه اراده کړې ده چې يروشلم او يهوداه ته به برکت ورکړم. يرېږه مۀ.</verse>
				<verse number="16">دا هغه کارونه دى چې تاسو به يې کوئ، يو بل ته رښتيا خبره کوئ. او په خپل عدالت کښې د اِنصاف نه کار اخلئ، نو دا به امن راولى.</verse>
				<verse number="17">د خپل ګاونډى خلاف خرابې منصوبې مۀ جوړَوئ، او د دروغو قسمونو خوړلو سره مينه مۀ کوئ. زۀ د دې ټولو څيزونو نه نفرت کوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="18">بيا د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام په ما نازل شو.</verse>
				<verse number="19">دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”د يهوداه دپاره د څلورمې، پينځمې، اوومې او لسمې مياشت روژې نيول به د خوشحالۍ موقعې او د خوشحالۍ اخترونه وى. په دې وجه رښتيا او امن سره مينه ساتئ.“</verse>
				<verse number="20">دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، هغه وخت را روان دے چې ”ډېر خلق او د ډېرو ښارونو اوسېدونکى به يروشلم ته راشى،</verse>
				<verse number="21">او د يو ښار خلق به بل ته ځى او وائى به، راځئ چې په شريکه د مالِک خُدائ نه سوال وکړُو او د مالِک خُدائ ربُ الافواج لټون وکړُو. زۀ په خپله هم ورځمه.</verse>
				<verse number="22">او ډېر خلق او طاقتور قومونه به يروشلم ته راشى چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج لټون وکړى او د هغۀ نه برکت وغواړى.“</verse>
				<verse number="23">دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”په هغه ورځو کښې به لس سړى د ټولو ژبو او قومونو نه هر يو د يو يهودى د چُوغې لمنه کلکه ونيسى او وائى به، مونږ پرېږده چې تا سره لاړ شُو، ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">د مالِک خُدائ پېغام د حدرک د مُلک خلاف دے او دا به په دمشق نازل شى، ځکه چې د خلقو او د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو سترګې مالِک خُدائ ته دى.</verse>
				<verse number="2">او حمات ته هم چې د دې سره يې سرحدونه دى، او په صور او صيدا هم اګر کۀ هغوئ ډېر ماهران دى.</verse>
				<verse number="3">د صور خلقو ځان دپاره پخه قلعه جوړه کړه، او هغې سپين زر لکه د خاورې ډيرى، او سرۀ زر يې لکه د کوڅو د ګندونو په شان راغونډ کړل.</verse>
				<verse number="4">خو مالِک خُدائ به د دې ملکيت قبضه کړى. او د دې ټول قدرت به په سمندر کښې تباه کړى، او دا به په اور وسوزولے شى.</verse>
				<verse number="5">د اسقلون ښار به دا وګورى او وبه يريږى. غزه به د يرې نه په لړزان شى. او عقرون به هم، ځکه چې د هغې اُميد به ختم شى. د غزه بادشاه به مړ شى او اسقلون به شاړ شى.</verse>
				<verse number="6">پردى خلق به اشدود قبضه کړى، او زۀ به د فلستيانو غرور ختم کړم.</verse>
				<verse number="7">زۀ به د هغوئ د خُلو نه د وينو ډکه غوښه راکاږم، او د هغوئ د غاښونو نه به حرامه قربانى راوباسم. او ژوندى پاتې شوى فلستيان به زمونږ د مالِک خُدائ عبادت وکړى او د يهوداه د يوې قبيلې په شان به شى. د عقرون فلستيان به زما خلقو سره يوځائ شى، لکه څنګه چې پخوانى يبوسى يو ځلى يوځائ شوى وُو.</verse>
				<verse number="8">نو زۀ به د حمله کوونکى لښکر خلاف د خپل کور حِفاظت کوم. زما په خلقو به بيا هيڅکله ظالمان راونۀ خېژى، ځکه چې زۀ اوس په خپله د دې حفاظت کوم.</verse>
				<verse number="9">ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.</verse>
				<verse number="10">زۀ به د اِفرائيم نه جنګى ګاډۍ بوځم او جنګى آسونه به د يروشلم نه بوځم، او جنګى ليندې به ماتې کړے شى. هغه به قومونو ته د امن اعلان وکړى. د هغۀ بادشاهى به د يو سمندر نه بل سمندر پورې لويه شى او د فرات سيند نه به تر د دُنيا آخرى حدودو پورې وى.</verse>
				<verse number="11">اے زما قومه، ما تاسو سره لوظ وکړو او د هغې تصديق د قربانۍ وينې سره وشو، د دې دپاره چې زۀ به ستاسو قېديان د اوچ کندو نه آزاد کړم.</verse>
				<verse number="12">خپلې قلعې ته په اُميد سره واپس راشئ، اے قېديانو، زۀ هم اوس اعلان کوم چې تاسو به زۀ يو په دوه بيا آباد کړم.</verse>
				<verse number="13">زۀ به يهوداه داسې راکاږم لکه څنګه چې زۀ خپله د غشى لينده راکاږم او د اِفرائيم نه به يې لکه د غشو ډک کړم. زۀ به ستا زامن، اے صيونه، د يونان د زامنو خلاف راپاروم، او تا نه به د جنګيالى تُوره جوړه کړم.</verse>
				<verse number="14">بيا مالِک خُدائ به د هغوئ دپاسه راښکاره شى، د هغۀ غشى به لکه د برېښنا په شان ځليږى. مالِک خُدائ ربُ الافواج به بيګل وغږوى، هغه به د جنوب طرف طوفان کښې راشى.</verse>
				<verse number="15">او مالِک خُدائ ربُ الافواج به د هغوئ حِفاظت کوى، هغوئ به دشمنان تباه کړى او په هغوئ به د ليندو کاڼو سره غالب شى. هغوئ به د شرابيانو په شان شور کوى، هغوئ به لکه د هغه جام په شان ډک وى چې د قربان‌ګاه په ګوټونو د وينې شيندلو دپاره استعماليږى.</verse>
				<verse number="16">مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په هغه ورځ د خپلو خلقو د شپونکى په توګه بچ کړى. هغوئ به د هغۀ په مُلک کښې لکه د تاج د قيمتى کاڼو په شان ځليږى.</verse>
				<verse number="17">هغوئ به څومره ښکلې او ښائسته وى. غله به ځوانان سړى، او نوى مے به ځوانې ښځې څربه کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ته په سپرلى کښې د باران دپاره سوال وکړئ. ځکه چې دا مالِک خُدائ دے چې طوفانى وريځې رالېږى. هغه باران ورَوى او د هر چا دپاره په پټو کښې شنۀ بوټى پېدا کوى.</verse>
				<verse number="2">بُتان د فريب خبرې کوى، فالګر هغه رويا ګورى چې دروغ وى، هغوئ د خوبونو غلط تعبير کوى، او هغوئ بې‌فائدې تسلى ورکوى. نو ځکه خلق د ورکو شوو ګډو په شان سرګردانه ګرځى. په هغوئ ځکه ظلم کيږى چې شپون يې نشته.</verse>
				<verse number="3">”زما غصه د شپونکو خلاف زياته شوې ده، او زۀ به حکمرانانو له سزا ورکړم، ځکه چې مالِک خُدائ به د خپلې رمې حفاظت کوى، د يهوداه د قوم، او هغوئ به لکه د جنګ د فخر آس جوړ کړى.</verse>
				<verse number="4">د يهوداه نه به د ګوټ کاڼے، د خېمې موږے، د جنګ لينده جوړه شى، د هغې نه به هر يو حکمران راشى.</verse>
				<verse number="5">هغوئ به يو ځائ لکه د طاقتورو خلقو په شان په جنګ کښې دشمنان د کوڅې په خټو کښې د پښو لاندې کړى. ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ سره دے، هغوئ به جنګ وکړى او د آسونو سوارۀ به لاندې راوغورزوى.</verse>
				<verse number="6">زۀ به د يهوداه خلق تکړه کړم او د يوسف قوم به بچ کړم. زۀ به هغوئ بيا آباد کړم ځکه چې زۀ په هغوئ رحم کوم. هغوئ به داسې وى لکه چې کله ما هغوئ نۀ وى رد کړى. ځکه چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم، او زۀ به د هغوئ دُعا ته جواب ورکوم.</verse>
				<verse number="7">اِفرائيميان به لکه د جنګيالو په شان شى، او د هغوئ زړونه به داسې خوشحاله وى لکه چې مے يې څښلى وى. د هغوئ اولاد به دا وګورى او خوشحاله به وى، د هغوئ زړونه به په مالِک خُدائ کښې خوشحاله وى.</verse>
				<verse number="8">زۀ به هغوئ ته شپيلے ووهم او يو ځائ ته به يې راغونډ کړم. يقيناً زۀ به هغوئ آزاد کړم، هغوئ به بې‌شمېره کړم څنګه چې مخکښې وُو.</verse>
				<verse number="9">اګر کۀ ما هغوئ په قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړى دى خو په لرې مُلکونو کښې به هغوئ ما ياد ساتى. هغوئ او د هغوئ بچى به ژوندى پاتې شى، او واپس به راشى.</verse>
				<verse number="10">زۀ به هغوئ واپس راولم د مِصر نه او هغوئ به د اسور نه راجمع کړم. زۀ به هغوئ راولم جِلعاد او لبنان ته، او هلته به د هغوئ ټولو دپاره کافى ځايونه نۀ وى.</verse>
				<verse number="11">هغوئ به د مصيبت د سمندر نه تېر شى، چپې وهونکے سمندر به خاموش شى، او د نيل درياب ژورې اوبۀ به اوچې شى. د اسور غرور به راښکته شى، او د مِصر شاهى طاقت به ختم شى.</verse>
				<verse number="12">زۀ به هغوئ له په مالِک خُدائ کښې طاقت ورکړم، او د هغۀ په نوم به هغوئ روان وى،“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">خپلې دروازې کولاو کړه، اے لبنانه، چې اور ستا د دِيار ونې وسوزوى.</verse>
				<verse number="2">فرياد وکړه، اے د نختر ونې، ځکه چې د دِيار ونې راغورزېدلې دى، هغه د شان او شوکت والا ونې تباه شوې دى. فرياد وکړئ، اے د بسن د څېړو ونو، ګڼ ځنګلونه هم ختم شول.</verse>
				<verse number="3">د قوم شپونکو فرياد ته غوږ ونيسئ، د هغوئ د څرن شنۀ ځايونه تباه شول. د زمرو غړمبار ته غوږ ونيسئ، د اُردن ګڼ ځنګلونه تباه شول.</verse>
				<verse number="4">مالِک خُدائ زما خُدائ پاک دا فرمائى، ”هغه ګډې وڅروه چې د حلالې دپاره نښه شوې دى.</verse>
				<verse number="5">د دې اخستونکى دا حلالې کړى او سزا ورته مِلاو نۀ شى. چې څوک يې خرڅوى هغوئ وائى، د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، مونږ مالداره شُو. د دې خپل شپونکى په دې رحم نۀ کوى.</verse>
				<verse number="6">نو زۀ به هم نور د دې مُلک په خلقو رحم ونۀ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”زۀ به هر يو خپل ګاونډى ته او خپل بادشاه ته حواله کړم. هغوئ به په مُلک ظلم وکړى، او زۀ به دوئ د هغوئ د لاسونو نه بچ نۀ کړم.“</verse>
				<verse number="7">نو ما د هغه ګډو شپونتوب وکړو چې د حلالولو دپاره نښه کړے شوى دى، په خاص طور مظلومې ګډې. بيا ما دوه چوکې واخستې چې يوه ”فضل“ او بله ”اتفاق“ بلل کېده، او ما پرې د ګډو شپونتوب وکړو.</verse>
				<verse number="8">په يوه مياشت کښې ما د قوم د درې شپونکو نه ځان خلاص کړو. خو ګډو ما نه نفرت وکړو، او زۀ د هغوئ نه تنګ شوم</verse>
				<verse number="9">او ومې وئيل، ”زۀ به نور ستاسو شپون نۀ يم. پرېږدئ چې کومې مرى هغه دې مړې شى، او چې کومې تباه کيږى هغه دې تباه شى. پرېږدئ چې کومې پاتې شى هغه دې د يو بل غوښې وخورى.“</verse>
				<verse number="10">بيا ما خپله امسا واخستله چې نوم يې ”فضل“ وو او ماته مې کړه، او هغه لوظ مې مات کړو چې ما ټولو قومونو سره کړے وو.</verse>
				<verse number="11">دا هم په هغه ورځ مات شو. او د ګډو سوداګرو چا چې ما ته کتل پوهه شول چې دا د مالِک خُدائ کلام دے.</verse>
				<verse number="12">ما هغوئ ته ووئيل، ”کۀ تاسو سوچ کوئ چې دا ښۀ دى، ما ته خپله مزدورى راکړئ، خو کۀ ښۀ نۀ وى، نو ځان سره يې کړئ.“ نو هغوئ ما له دېرش د سپينو زرو سيکې مزدورى راکړه.</verse>
				<verse number="13">او مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”دا په خزانه کښې ورغورزوه.“ دا اوچت قيمت دے کوم قيمت چې هغوئ زما ولګولو، بيا ما دا دېرش د سپينو زرو سيکې واخستلې او د مالِک خُدائ د کور په خزانه کښې مې وروغورزولې.</verse>
				<verse number="14">بيا ما خپله دوېمه امسا ماته کړه چې نوم يې ”اتفاقى“ وو، او د يهوداه او د اِسرائيل په مينځ کښې ورورولى مې ماته کړه.</verse>
				<verse number="15">بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د کم عقل شپون سامان يو ځل بيا راواخله.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې زۀ يو شپون راولم په دې مُلک چې هغه به د ورک شوو پرواه نۀ کوى، يا به خوارۀ شوى نۀ لټوى، يا به زخمى شوو له شفا نۀ ورکوى، نۀ به صحتمندو له خوراک ورکوى، خو هغه به د څُرب ګډانو غوښه خورى او د دوئ سومونه به وشلوى.</verse>
				<verse number="17">افسوس دې په بې‌کاره شپون وى، چې رمه پرېږدى. تُوره دې د هغۀ لاس او د هغۀ ښۍ سترګه ووهى. د هغۀ لاس دې مکمل اوچ شى، او د هغۀ ښۍ سترګه دې بلکل ړنده شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">د بنى اِسرائيلو په حقله دا د مالِک خُدائ پېغام دے. د هغه مالِک خُدائ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړى دى، چا چې د زمکې بنيادونه اېښى دى، او چا چې بنى آدم له ساه ورکړې ده، هغه فرمائى،</verse>
				<verse number="2">”زۀ به يروشلم نه د شرابو پياله جوړه کړم چې ګېرچاپېره قومونه يې په څښلو سره سرګردانه شى، کله چې هغوئ خپل فوجيان د يهوداه او يروشلم محاصره کولو دپاره رالېږى.</verse>
				<verse number="3">په هغه ورځ، کله چې د زمکې ټول قومونه د دې خلاف يو ځائ شى، زۀ به د يروشلم نه د ټولو قومونو دپاره يو نۀ خوځېدونکے کاڼے جوړ کړم. هر هغه څوک چې د دې د لرې کولو کوشش کوى هغوئ به خپل ځانونه زخمى کړى.</verse>
				<verse number="4">په هغه ورځ به زۀ هر آس اوتر کړم او د دې سوارۀ به ليونى کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”زۀ به د يهوداه په قوم باندې نظر ساتم. خو زۀ به د دوئ د دشمنانو ټول آسونه ړاندۀ کړم.</verse>
				<verse number="5">بيا د يهوداه حکمرانان به په خپلو زړونو کښې وائى، د يروشلم خلق مضبوط دى، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغوئ خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="6">په هغه ورځ به زۀ د يهوداه حکمرانان لکه د لرګو اور، لکه لمبه وهونکى مشعل چې د غنمو د ګېډۍ په مينځ کښې وى جوړ کړم. دا به ښى او ګس طرف ته ګېرچاپېره ټول خلق وسوزوى، خو يروشلم به په خپل ځائ روغ رمټ پاتې شى.</verse>
				<verse number="7">مالِک خُدائ به د يروشلم نه وړاندې نورو يهوديانو ته کاميابې ورکړى، تر دې چې د يروشلم خلقو او د داؤد شاهى خاندان ته د يهوداه نه زيات عزت مِلاو نۀ شى.</verse>
				<verse number="8">په هغه ورځ به مالِک خُدائ هغه خلق بچ کړى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى، نو په هغوئ کښې به د ټولو نه کمزورى د داؤد هومره طاقتور وى، او د داؤد اولاد به داسې وى لکه چې خُدائ پاک او لکه چې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خپله د هغوئ نه وړاندې روانه وى.</verse>
				<verse number="9">په هغه ورځ به زۀ د هغه ټولو قومونو تباه کول شروع کړم کوم چې په يروشلم حمله کوى.</verse>
				<verse number="10">زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى.</verse>
				<verse number="11">په هغه ورځ به په يروشلم کښې لوئ وير وى، داسې لکه د هددرمون وير چې د مِجدو په مېدان کښې وو.</verse>
				<verse number="12">ټول مُلک به ماتم کوى، هره يوه قبيله به په خپله د خپلو ښځو نه جُدا يعنې، د داؤد د خاندان قبيله به خپلو ښځو نه جُدا، د ناتن قبيله به خپلو ښځو نه جُدا،</verse>
				<verse number="13">د ليوى قبيلې به د خپلو ښځو نه جُدا، د سِمعى قبيله به خپلو ښځو نه جُدا،</verse>
				<verse number="14">او هره پاتې شوې قبيله به ځان ځان له ماتم کوى او د دوئ ښځې به هم ځانله ماتم کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">”په هغه ورځ به چينه د داؤد د خاندان او د يروشلم اوسېدونکو دپاره کولاو شى چې دوئ د ګناه او ناپاکۍ نه پاک کړى.</verse>
				<verse number="2">په هغه ورځ به زۀ د بُتانو نومونه د مُلک نه ختم کړم، هغوئ به نور نۀ ياديږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به دروغژن پېغمبران او ناپاکه روحونه دواړه د مُلک نه ختم کړم.</verse>
				<verse number="3">او کۀ اوس هم څوک پېشګوئې کوى، د هغۀ پلار او مور، چا نه چې هغه پېدا دے، به هغۀ ته وائى، تۀ به ضرور مړ شې، ځکه چې تا د مالِک خُدائ په نوم دروغ ووئيل. کله چې هغه پېشګوئې کوى د هغۀ خپل پلار مور به يې وڅيرى.</verse>
				<verse number="4">په هغه ورځ به پېغمبران په پېشګوئې کولو او په رويا بيانولو شرميږى. د پېغمبرانو په ببره چُوغه اچولو به څوک هم نۀ دوکه کوى.</verse>
				<verse number="5">هغه به وائى، زۀ پېغمبر نۀ يم. زۀ زميندار يم، زمکه د ځوانۍ نه زما روزګار دے.</verse>
				<verse number="6">کۀ څوک ترې نه تپوس وکړى، دا زخمونه ستا په بدن باندې د څۀ دى؟ هغه به جواب ورکړى، دا زخمونه په ما باندې زما د ملګرى کور کښې لګېدلى دى.</verse>
				<verse number="7">اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.</verse>
				<verse number="8">په ټول مُلک کښې،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”په درېو کښې به دوه مړۀ او تباه شى، درېو کښې به يو پاتې شى.</verse>
				<verse number="9">دا درېمه برخه به زۀ اور کښې واچوم، زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">ګورئ، د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده چې ستاسو مال به بلکل ستاسو په وړاندې لوټ کړے شى.</verse>
				<verse number="2">زۀ به ټول قومونه راغونډ کړم چې د يروشلم خلاف جنګ وکړى، ښار به محاصره شى، کورونه به لوټ شى او ښځې به په زور بې‌عزته شى. نيم ښار به جلاوطن شى، خو نور پاتې خلق به د ښار نه بونۀ تلے شى.</verse>
				<verse number="3">بيا به مالِک خُدائ لاړ شى او د هغه قومونو خلاف به داسې جنګ وکړى، لکه څنګه چې هغۀ پخوا جنګ کړے وو.</verse>
				<verse number="4">په هغه ورځ به د هغۀ پښې د زيتُونو په غر د يروشلم مشرق طرف ته ودريږى. او د زيتُونو غر به د مشرق نه تر مغرب پورې په مينځ نيم شى، يوه لويه وادى به جوړه شى، دا غر به نيم د شمال طرف ته او نيم د جنوب طرف ته وښويږى.</verse>
				<verse number="5">بيا به تاسو زما د غرۀ په وادۍ کښې وتښتئ، ځکه دا به تر آضل پورې رسېدلې وى. تاسو به داسې وتښتئ لکه څنګه چې تاسو د يهوداه د بادشاه عُزياه په ورځو کښې د زلزلې نه وتښتېدلئ. بيا مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به راشى، او ټولې پاکې فرښتې به هغۀ سره راشى.</verse>
				<verse number="6">په هغه ورځ به نۀ رڼا او نۀ يخ او نۀ کنګل وى.</verse>
				<verse number="7">دا به يو بې‌مثاله ورځ وى، نۀ به ورځ وى نۀ به شپه وى، مالِک خُدائ ته به د دې پته وى. د ماښام په وخت کښې به هم رڼا وى.</verse>
				<verse number="8">په هغه ورځ به د ژوند اوبۀ د يروشلم نه بهيږى، نيمې به د مشرق سمندر ته او نيمې به د مغرب سمندر ته، په ګرمۍ او يخنۍ کښې بهيږى.</verse>
				<verse number="9">مالِک خُدائ به په ټوله زمکه بادشاه وى، په هغه ورځ به صرف يو مالِک خُدائ وى، او صرف د هغۀ نوم به وى.</verse>
				<verse number="10">ټول مُلک، د جبع نه تر رِمون پورې، د يروشلم جنوب طرف ته، به لکه د عرابه د وادۍ په شان شى. خو يروشلم به بيا اوچت شى او په خپل ځائ به ودريږى، د بنيامين د دروازې نه تر د زړې دروازې پورې، د ګوټ دروازې پورې، او د حنن‌ايل د برج نه تر د شاهى انګورو د لنګرو پورې.</verse>
				<verse number="11">دا به بيا آباد شى، دا به بيا هيڅکله هم تباه نۀ شى. يروشلم به محفوظ وى.</verse>
				<verse number="12">دا هغه وبا ده چې مالِک خُدائ به په دې هغه خلق مړۀ کړى چا چې د يروشلم خلاف جنګ کړے وو. د هغوئ غوښې به سخا شى چې لا دوئ په خپلو پښو ولاړ وى، د دوئ سترګې به په خپل ځائ سخا شى، او د دوئ ژبې به د دوئ په خُلو کښې سخا شى.</verse>
				<verse number="13">په هغه ورځ به مالِک خُدائ خلق په لوئ درد اخته کړى. هر سړے به د بل لاس راونيسى، او هغوئ به په يو بل حمله وکړى.</verse>
				<verse number="14">تر دې چې يهوداه او يروشلم به په خپلو کښې جنګ کوى. د ګېرچاپېره ټولو قومونو دولت به راغونډ کړے شى، چې په کښې به په لوئ مِقدار سرۀ زر او سپين زر او جامې وى.</verse>
				<verse number="15">هم دغه شان به په آسونو او قچرو، اوښانو، خرونو او چې څومره ځناور په هغه ځائ کښې دى افت نازل شى.</verse>
				<verse number="16">بيا به د ټولو قومونو پاتې ژوندى کسان چا چې په يروشلم حمله کړې وه کال په کال د بادشاه، مالِک خُدائ ربُ الافواج عبادت ته هلته ځى، او د جونګړو اختر به کوى.</verse>
				<verse number="17">خو کۀ هر قوم يروشلم ته د تلو او د بادشاه مالِک خُدائ ربُ الافواج د عبادت نه اِنکار وکړى، نو په هغوئ به باران نۀ کيږى.</verse>
				<verse number="18">کۀ مِصريان هلته لاړ نۀ شى او خپل ځانونه هلته حاضر نۀ کړى، نو په هغوئ به باران نۀ کيږى. مالِک خُدائ به په هغوئ هغه وبا نازله کړى چې مالِک خُدائ يې په هغه قومونو رالېږى څوک چې د جونګړو اختر لمانځلو له نۀ ځى.</verse>
				<verse number="19">دا به د مِصر او د هغه ټولو قومونو سزا وى چې څوک د جونګړو اختر لمانځلو له نۀ ځى.</verse>
				<verse number="20">په هغه ورځ به د آسونو په ګونګرو باندې هم ليکلى وى ”مالِک خُدائ ته مقدس کړے شوى“ او د پخلى دېګونه د مالِک خُدائ په کور کښې به لکه د هغه مقدسو لوښو په شان وى چې د قربان‌ګاه په وړاندې دى.</verse>
				<verse number="21">هر يو لوښے به په يروشلم او يهوداه کښې مالِک خُدائ ربُ الافواج ته مقدس وى. او هغوئ ټول چې قربانۍ کولو له راغلى دى هغوئ به څۀ لوښى واخلى او په کښې به پخلى کولے شى. او په هغه ورځ به د مالِک خُدائ ربُ الافواج په کور کښې يو کنعانى سوداګر هم پاتې نۀ شى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="39">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">دا هغه پېغام دے کوم چې مالِک خُدائ د ملاکى په وسيله بنى اِسرائيلو له ورکړو.</verse>
				<verse number="2">”ما تاسو سره مينه کړې ده،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”خو تاسو تپوس کوئ چې، تا مونږ سره څنګه مينه کړې ده؟“ مالِک خُدائ په جواب کښې وفرمائيل، ”آيا عِيسو د يعقوب ورور نۀ وو څۀ؟ بيا هم ما يعقوب سره مينه وکړه،</verse>
				<verse number="3">خو عِيسو يعنې د ادوميانو پلار نيکۀ ما رد کړو، او ما د هغوئ غرونه شاړ کړل او د هغوئ ميراث مې د بيابان ګيدړانو ته پرېښودلو.“</verse>
				<verse number="4">ادوميان وائى چې، ”اګر کۀ مونږ تباه کړے شوى يُو، خو مونږ به دا کنډرې بيا جوړې کړُو.“ خو مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغوئ دا جوړولے شى، خو زۀ به يې تباه کړم. دې ته به د بدعملۍ مُلک وئيلے کيږى، او خلق به يې همېشه د خُدائ پاک د لعنت لاندې وى.</verse>
				<verse number="5">کله چې تاسو دا تباهى په خپلو سترګو وګورئ نو وبه وايئ چې، مالِک خُدائ د اِسرائيل د سرحدونو نه بهر هم خپله لوئى ښکاره کوى.“</verse>
				<verse number="6">مالِک خُدائ ربُ الافواج اِمامانو ته فرمائى چې، ”يو زوئ د خپل پلار عزت کوى، او نوکر د خپل مالِک. کۀ چرې زۀ پلار يم، نو زما هغه عزت چرته دے؟ کۀ چرې زۀ مالِک يم، نو زما هغه احترام چرته دے؟ اے اِمامانو، خو دا تاسو يئ چې زما د نوم سپکاوے کوئ. خو تاسو تپوس کوئ چې، مونږ څنګه ستا د نوم سپکاوے کړے دے؟</verse>
				<verse number="7">تاسو زما په قربان‌ګاه ناپاکه خوراک کېښودو. او بيا هم تاسو تپوس کوئ چې تۀ مونږ په څۀ ناپاک کړے يې؟ په دې چې تاسو ووئيل چې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه ناپاکه ده زما د قربان ګاه سپکاوے مو وکړو.</verse>
				<verse number="8">کله چې تاسو ړاندۀ څاروى د قربانۍ دپاره راولئ، آيا دا غلط کار نۀ دے؟ کله چې تاسو ګوډ يا بيمار څاروى قربانى کوئ، آيا دا غلط کار نۀ دے څۀ؟ کۀ تاسو دا کوشش وکړئ چې دا خپل حکمران ته پېش کړئ، آيا هغه به تاسو نه خوشحاله شى څۀ؟ آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="9">”اوس خُدائ پاک ته سوال زارى کوئ چې په مونږ مهربان شى. ستاسو نه په داسې قربانۍ پېش کولو، آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="10">”اے کاش چې په تاسو کښې يو کس د عبادتخانې دروازې بندې کړى، نو چې تاسو نور بې‌فائدې اور زما په قربان‌ګاه بل نۀ کړئ. زۀ تاسو نه خوشحاله نۀ يم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”او زۀ به ستاسو د لاسونو نه نذرانې قبولې نۀ کړم.</verse>
				<verse number="11">زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="12">”خو تاسو زما د نوم بې‌حرمتى کوئ په دې وئيلو سره چې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه ناپاکه ده، او د دې خوراک بې‌اهميته دے.</verse>
				<verse number="13">او تاسو وايئ چې، دا څومره بوج دے. او پوکى وهئ او د دې نه نفرت کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”کله چې تاسو د غلا، ګوډ يا بيمار څاروى راولئ او د قربانۍ په طور يې پېش کړئ، آيا زۀ دا ستاسو د لاسونو نه قبول کړم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى.</verse>
				<verse number="14">”لعنت دې وى په هغه دوکه باز باندې چې په رمه کښې يې څُرب نر څاروے وى او نذرونه يې منلې وى، خو مالِک ته مات ګوډ څاروے قربانى کړى.“ نو مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”زۀ لوئ بادشاه يم، او په قومونو کښې خلق زما د نوم نه يريږى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">”ګورئ اوس دا حکم ستاسو دپاره دے، اے اِمامانو.</verse>
				<verse number="2">کۀ تاسو غوږ نۀ نيسئ، او کۀ تاسو د خپل زړۀ نه زما د نوم احترام نۀ کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ به په تاسو لعنت نازل کړم، او زۀ به ستاسو نعمتونه لعنتى کړم. په اصل کښې ما هغوئ د اول نه لعنتى کړى دى، ځکه چې تاسو د خپل زړۀ نه زما احترام ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="3">ستاسو په وجه به زۀ ستاسو اولاد ورټم، زۀ به ستاسو په مخونو ستاسو د اختر د قربانو ګند واچوم، او تاسو به دې سره بهر وغورزولے شئ.</verse>
				<verse number="4">او تاسو به پوهه شئ چې ما تاسو ته دا حکم درلېږلے دے چې زما لوظ به د ليويانو سره جارى وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="5">”زما لوظ هغوئ سره وو، د ژوند او امن لوظ، او ما دا هغوئ ته ورکړو چې زما تعظيم وکړى، او هغوئ زما عزت وکړو او زما د نوم د دهشت نه ويرېدل.</verse>
				<verse number="6">رښتينے شريعت د هغوئ په خولۀ کښې وو او هيڅ دروغ د هغوئ په شونډو نۀ وو. هغوئ ما سره په امن او صداقت روان وُو، او ډېر يې د ګناه نه واړول.</verse>
				<verse number="7">د اِمام د خولې دا فرض دى چې صحيح تعليم خور کړى، او د هغۀ د خولې نه دې خلق د شريعت لټون وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ ربُ الافواج پېغام رسوونکے دے.</verse>
				<verse number="8">خو تاسو اِمامان د خپلې صحيح لارې نه واوړېدئ او ستاسو د شريعت په وجه ډېرو تيندک خوړلے دے. د ليويانو سره زما شوے لوظ تا مات کړو،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="9">”نو په دې وجه ما تۀ د ټولو خلقو په وړاندې سپک او عاجز کړې، ځکه چې تا زما په طريقو عمل ونۀ کړو خو د شريعت په مسئلو کښې دې طرفدارى وکړه.“</verse>
				<verse number="10">آيا زمونږ ټولو پلار يو نۀ دے؟ آيا يو خُدائ پاک مونږ جوړ کړى نۀ يُو؟ مونږ بيا ولې په خپلو کښې د يو بل سره په بې‌وفائى کولو د خپل پلار نيکۀ د لوظ بې‌احترامى کوُو؟</verse>
				<verse number="11">يهوداه بې‌ايمانى وکړه. يو حرام عمل يې په اِسرائيل يعنې يروشلم کښې کړے وو، د هغه پاک کور چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوله د هغه ښځو سره په وادۀ کولو چې بُت پرسته وې، يهوداه بې‌احترامى وکړه.</verse>
				<verse number="12">د هغه سړى دپاره چې څوک داسې کوى، چې هغه څوک هم وى، مالِک خُدائ دې هغه د بنى اِسرائيلو د قوم نه وشړى. کۀ هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج ته نذرانې هم راوړى.</verse>
				<verse number="13">يو بل کار تاسو وکړئ، تاسو د مالِک خُدائ قربان‌ګاه په اوښکو ډکه کړئ. تاسو وژاړئ او زارى وکړئ ځکه چې نور هغه نۀ ستاسو نذرانو ته ګورى او نۀ يې ستاسو د لاسونو نۀ په خوشحالۍ سره قبلوى.</verse>
				<verse number="14">تاسو تپوس کوئ چې، ”ولې؟“ دا ځکه چې مالِک خُدائ ستا او ستا د ځوانۍ د ښځې په مينځ کښې ګواه دے، ځکه چې تا د هغې سره ټګى وکړه، اګر کۀ هغه ستا په ژوند کښې شريکه ده، او تا هغې سره نِکاح کړې ده.</verse>
				<verse number="15">آيا مالِک خُدائ تاسو دواړه يو نۀ کړئ؟ تاسو په زړۀ او ځان د هغۀ يئ. او خُدائ د دې نه څۀ غواړى؟ ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى. نو د خپل زړۀ خيال ساته، او خپلې د ځوانۍ د ښځې سره ټګى مۀ کوه.</verse>
				<verse number="16">”زۀ طلاق نه نفرت کوم،“ د بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ فرمائى، ”او زۀ د هغه سړى نه نفرت کوم چا چې د ظلم جامې اغوستې وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”نو د خپل زړۀ خيال ساتئ، او ټګى مۀ کوئ.“</verse>
				<verse number="17">تاسو مالِک خُدائ په خپلو خبرو ستړے کړو. ”مونږ هغه څنګه ستړے کړو؟“ تاسو تپوس کوئ. په دې وئيلو سره چې، ”ټول بد کوونکى د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ دى او هغه د هغوئ نه رضا دے،“ يا ”اِنصاف کوونکے خُدائ پاک چرته دے؟“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="2">خو د هغۀ د راتلو ورځ څوک برداشت کولے شى؟ څوک ودرېدلے شى کله چې هغه راښکاره شى؟ ځکه چې هغه به لکه د صفا کوونکى اور يا د دهوبى د صابون په شان وى.</verse>
				<verse number="3">هغه به لکه د سپينو زرو د صفا کوونکى او خالص کوونکى په شان کښېنى، هغه به ليويان صفا کړى او د سرو او سپينو زرو په شان به يې چاڼ کړى. بيا به دوئ صادقان شى چې مالِک خُدائ ته به نذرانې پېش کولے شى،</verse>
				<verse number="4">او د يهوداه او يروشلم نذرانې به مالِک خُدائ ته د قبلولو وى، داسې لکه چې په تېرو ورځو، او په تېر شوو کالونو کښې وې.</verse>
				<verse number="5">”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="6">”زۀ نۀ بدلېدونکے مالِک خُدائ يم. نو ځکه تاسو، اے د يعقوب اولاده، تباه نۀ شوئ.</verse>
				<verse number="7">ستاسو د پلار نيکونو د وخت نه تاسو زما د احکامو نه اوړېدلې يئ او عمل مو پرې نۀ دے کړے. ما ته راوګرځئ، او زۀ به تاسو ته راوګرځم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”خو تاسو تپوس کوئ، مونږ څنګه راوګرځُو؟</verse>
				<verse number="8">خو زۀ وايم چې، ولې يو سړے د خُدائ پاک نه غلا کولے شى څۀ؟ خو باوجود د دې تاسو زما نه غلا کوئ. خو بيا تاسو تپوس کوئ چې، مونږ تا نه څنګه غلا کوُو؟ خو زۀ دا وايم چې، تاسو په لسمه حِصه او نذرانو کښې زما نه غلا کوئ.</verse>
				<verse number="9">په تاسو او ستاسو په ټول قوم لعنت دے، ځکه چې تاسو ما نه غلا کړې ده.</verse>
				<verse number="10">خپله ټوله لسمه حِصه زما ګودام ته راوړئ، چې زما په کور کښې غله دانه وى. په خپل دې کار سره ما وآزمايئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”نو تاسو به ګورئ چې زۀ درته د آسمان نه د باران دروازې خلاصى کړم او په تاسو به دومره ډېر نعمتونه راوروم چې بيا به تاسو سره د دې دپاره د کېښودو ځائ نۀ وى.</verse>
				<verse number="11">زۀ به ستاسو فصلونه د وبا او مُولخانو د تباه کولو نه وساتم، او ستاسو په پټو کښې به د انګورو بوټى، انګور د پخېدلو نه وړاندې نۀ غورزوى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="12">”بيا به ټول قومونه تاسو ته بختور وائى، ځکه چې تاسو به يو ښاد او آباد مُلک يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="13">مالِک خُدائ فرمائى چې، ”تاسو زما په حقله سپکې سپورې خبرې وکړې،“ ”خو اوس تاسو تپوس کوئ چې، مونږ ستا خلاف څۀ وئيلى دى؟</verse>
				<verse number="14">تاسو ووئيل چې، د خُدائ پاک خِدمت کول بې‌فائدې دى. مونږ د هغۀ د حکمونو په منلو او د مالِک خُدائ ربُ الافواج په حضور کښې په خپلو ګناهونو په ماتم کولو څۀ حاصل کړل؟ نه، هيڅ نه.</verse>
				<verse number="15">نو اوس مونږ مغروره خلقو ته بختور وايو. يقيناً چې بدعمله خلق ترقى کوى، او تر دې چې هغوئ څوک چې د خُدائ پاک مقابله کوى سزا نۀ ګورى.“</verse>
				<verse number="16">د دې نه وروستو، بيا کوم کسان چې د مالِک خُدائ نه يرېدل يو بل سره يې خبرې وکړې، او مالِک خُدائ ورته غوږ شو او هغه يې واورېدلې. د هغۀ په حضور کښې يو يادګارى طومار ليکلے شوے وو د هغوئ د نومونو په حقله څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېدل او د هغۀ د نوم عزت يې کولو.</verse>
				<verse number="17">مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”هغوئ به زما وى. په هغه ورځ کله چې زۀ هغوئ خپل خاص ملکيت جوړوم، زۀ به هغوئ سره همدردى وکړم، لکه څنګه چې يو کس د خپل هغه زوئ سره همدردى کوى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="18">او بيا به تاسو د صادقانو او بدعملو په اَنجام کښې فرق وګورئ، او هم به تاسو د هغوئ اَنجام کښې فرق وګورئ څوک چې د خُدائ پاک خِدمت کوى او څوک يې چې نۀ کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”يقيناً چې هغه ورځ راروانه ده، او هغه به لکه د بټۍ په شان بليږى. په هغه ورځ به ټول مغروره او بدعمله خلق لکه د بوسو په شان وسوزى. د هغوئ جرړې او ټولې څانګې به وسوزى.</verse>
				<verse number="2">خو ستاسو دپاره څوک چې زما د نوم عزت کوى، صداقت او شفا به لکه د نمر په تاسو وځليږى. او تاسو به بهر لاړ شئ او د هغه سخو په شان به ټوپونه وهئ چې د غوجل نه آزاد شوى وى.</verse>
				<verse number="3">په هغه ورځ کله چې زۀ دا کار وکړم نو تاسو به بدعمله لکه د ايرو په شان د پښو لاندې کړئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.</verse>
				<verse number="4">”زما د خِدمت کوونکى موسىٰ شريعت او هغه احکام، او فرمانونه چې ما هغۀ ته په سينا غر باندې د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره ورکړى وُو ياد ساتئ.</verse>
				<verse number="5">ګورئ، زۀ به تاسو ته الياس پېغمبر د مالِک خُدائ د قيامت د هغه لوئې او هيبتناکې ورځې د راتلو نه مخکښې درولېږم.</verse>
				<verse number="6">هغه به د پلارانو زړونه خپلو بچو ته مائل کړى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، او د بچو زړونه به خپلو پلارانو طرف ته مائل کړى، هسې نه چې زۀ راشم او ستاسو په مُلک د ورانولو فېصله نازله کړم.“</verse>
			</chapter>
		</book>
	</testament>
	<testament name="New">
		<book number="40">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د عيسىٰ مسيح نسب‌نامه، نسل د داؤد، نسل د اِبراهيم.</verse>
				<verse number="2">اِبراهيم د اِسحاق پلار وو، اِسحاق د يعقوب، يعقوب د يهوداه او د هغۀ د وروڼو پلار وو.</verse>
				<verse number="3">او يهوداه د فارص او زارح پلار وو، د دوئ مور تامار وه. فارص نه حصرون او حصرون نه رام پېدا شو.</verse>
				<verse number="4">د رام نه عمى‌نداب پېدا شو. د عمى‌نداب نه نحشون پېدا شو او د نحشون نه سلمون،</verse>
				<verse number="5">د سلمون نه بوعز، د دۀ مور راحب وه، د بوعز نه عوبيد پېدا شو، د دۀ مور روت وه. د عوبيد نه يَسى،</verse>
				<verse number="6">او د يَسى نه داؤد بادشاه پېدا شو. داؤد د سليمان پلار وو، د هغۀ مور اول د اورِياه ښځه وه،</verse>
				<verse number="7">د سليمان زوئ رحُبعام وو، د رحُبعام زوئ ابياه، د ابياه زوئ آسا.</verse>
				<verse number="8">د آسا زوئ يهوسفط، د يهوسفط زوئ يورام او د يورام زوئ عُزياه،</verse>
				<verse number="9">او د عُزياه زوئ يوتام او د يوتام زوئ احاز، د احاز زوئ حزقياه،</verse>
				<verse number="10">د حزقياه زوئ منسى، د منسى زوئ امون، د امون زوئ يوسياه،</verse>
				<verse number="11">د يوسياه زوئ يکونياه، او د هغۀ وروڼه په هغه زمانه کښې پېدا شول چې بابل ته جلاوطن کړے شو.</verse>
				<verse number="12">د جلاوطنۍ او بابل ته د دوئ د بوتللو نه پس د يکونياه نه شلتى‌اېل پېدا شو او شلتى‌اېل د زرُبابل پلار وو،</verse>
				<verse number="13">زرُبابل د ابيهود، او ابيهود د اِلياقيم او اِلياقيم د عازور پلار وو.</verse>
				<verse number="14">او د عازور نه صدوق پېدا شو، صدوق د اخيم پلار وو، اخيم د اليهود،</verse>
				<verse number="15">اليهود د اِلى‌عزر، اِلى‌عزر د متان، متان د يعقوب،</verse>
				<verse number="16">او يعقوب د يوسف پلار وو. يوسف د مريم خاوند وو چې عيسىٰ ترې پېدا شو څوک چې مسيح بللے کيږى.</verse>
				<verse number="17">د اِبراهيم نه تر داؤد پورې ټولې څوارلس پيړۍ دى، او د داؤد نه بابل ته د جلاوطنۍ پورې څوارلس پيړۍ، او د جلاوطنۍ نه تر مسيح پورې څوارلس پيړۍ دى.</verse>
				<verse number="18">نو د عيسىٰ مسيح د پېدايښت قيصه داسې ده چې هرکله چې د هغۀ مور مريم يوسف ته کوژدن شوه نو د وادۀ نه وړاندې دا پته ولګېده چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس نه ده.</verse>
				<verse number="19">يوسف د هغې چنغول يو نېک سړے وو، نو هغۀ د هغې د بدنامۍ نه د بچ کولو دپاره په پړده کښې د کوژدن ماتولو اراده وکړه.</verse>
				<verse number="20">هغۀ دا اراده کړې وه چې په دې کښې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې ورته راغله او وې فرمائيل چې، ”اے د داؤد زويه يوسفه، د مريم سره د وادۀ کولو نه مۀ يرېږه ځکه چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس په قدرت ده.</verse>
				<verse number="21">د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“</verse>
				<verse number="22">دا هر څۀ ځکه وشول چې مالِک خُدائ د پېغمبر په وسيله څۀ فرمائيلى وُو هغه پوره شى،</verse>
				<verse number="23">”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانو‌ايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“</verse>
				<verse number="24">هرکله چې يوسف د خوبه بېدار شو نو د مالِک خُدائ د فرښتې حکم يې ومنلو او مريم سره يې وادۀ وکړو او کور ته يې راوسته.</verse>
				<verse number="25">نو بيا هغه تر هغه وخته پورې د هغې سره مِلاو نۀ شو ترڅو چې د هغې زوئ پېدا شوے نۀ وو. نو هغۀ پرې عيسىٰ نوم کېښودو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيت‌لحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل</verse>
				<verse number="2">او وئيل يې چې، ”هغه د يهوديانو بادشاه کېدونکے ماشوم چې پېدا شوے دے چرته دے؟ ځکه چې مونږ د نمرخاتۀ نه د هغۀ ستورے په راختو ليدلے دے او د هغۀ عبادت کولو له راغلى يُو.“</verse>
				<verse number="3">هيروديس بادشاه او د يروشلم ټول خلق په دې اورېدو سره پرېشانه شول.</verse>
				<verse number="4">هغۀ د يهوديانو ټول مشران اِمامان او د شرعې عالمان راوبلل او د هغوئ نه يې دا تپوس وکړو چې، ”مسيح به چرته پېدا کيږى؟“</verse>
				<verse number="5">هغوئ ووئيل چې، ”د يهوديه په بيت‌لحم کښې.“ او هغوئ د هغې پېشګويۍ حواله ورکړه چې په کښې د نبى په وسيله ليکلے شوى دى چې،</verse>
				<verse number="6">”اے د يهوداه د زمکې بيت‌لحم ښاريې. تۀ د يهوداه په لويو ښارونو کښې هيڅکله هم ورکوټې نۀ يې، ځکه چې ستا نه به هغه سردار راوځى چې زما د خلقو بنى اِسرائيلو شپون به وى.“</verse>
				<verse number="7">هيروديس بيا د ستورو عِلم لرونکى په پړده کښې راوبلل او د ستورى د راختو وخت يې ترې معلوم کړو.</verse>
				<verse number="8">هغۀ بيا دوئ بيت‌لحم ته ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”لاړ شئ او د هغه ماشوم په حقله پوره پوره تلاش وکړئ، او چې يې بيامومئ نو ما خبر کړئ چې زۀ هم ورشم او ورته سجده وکړم.“</verse>
				<verse number="9">د بادشاه په حُکم هغوئ روان شول او هغه ستورے چې دوئ په راختو ليدلے وو د دوئ په وړاندې روان وو او آخر په هغه ځائ ودرېدو چرته چې ماشوم پروت وو.</verse>
				<verse number="10">هغوئ د ستورى په ليدو ډېر زيات خوشحاله شول.</verse>
				<verse number="11">کور ته په ننوتو يې ماشوم د خپلې مور مريم په غېږ کښې وليدو او ورته په سجده پرېوتل. پس له هغې يې خپلې تيلۍ پرانستلې او هغۀ ته يې نذرانې پېش کړې چې په کښې سرۀ زر، او د خوشبويۍ دپاره لوبان او د مُر چيړ وو.</verse>
				<verse number="12">خُدائ پاک هغوئ ته په خوب کښې دا خبردارے ورکړو چې هيروديس بادشاه له واپس مۀ ځئ، نو هغوئ بيا په بله لار خپل مُلک ته واپس شول.</verse>
				<verse number="13">کله چې هغوئ رُخصت شول نو يوسف ته د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او مِصر ته هِجرت وکړه، او تر هغې هلته ايسار شه چې زۀ درته ووايم، ځکه چې هيروديس د دې ماشوم په تلاش کښې دے چې قتل يې کړى.“</verse>
				<verse number="14">نو يوسف د خوبه بېدار شو او شپه په شپه يې ماشوم او د هغۀ مور مِصر ته بوتلل،</verse>
				<verse number="15">او هلته د هيروديس تر مرګه پورې ايسار وو. دا د مالِک خُدائ هغه وينا پوره کول وُو چې هغۀ د نبى په وسيله فرمائيلى وُو چې، ”ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو.“</verse>
				<verse number="16">هر کله چې هيروديس د ستورو عِلم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيت‌لحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. نو د ستورو د عِلم لرونکو د معلوماتو په مطابق هغۀ دا د وخت اندازه لګولې وه.</verse>
				<verse number="17">دغه رنګ هغه پېشګوئې چې د يرمياه پېغمبر په وسيله شوې وه پوره شوه چې،</verse>
				<verse number="18">”په راما کښې د چغو آواز واورېدلے شو، د لوئ ماتم او ژړا آواز. راحيل په خپلو بچو ژړا کوى، هيڅ قسم تسلى نۀ قبلوى ځکه چې د هغې ماشومان مړۀ شوى دى.“</verse>
				<verse number="19">نو د هيروديس د مرګ نه وروستو، د مالِک خُدائ فرښته په مِصر کښې يوسف له په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="20">”پاڅه. ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او د دوئ سره د بنى اِسرائيلو مُلک ته لاړ شه، ځکه چې د چا نه چې د دې ماشوم سر ته خطره وه هغه مړ شوے دے.“</verse>
				<verse number="21">نو هغه پاڅېدو، ماشوم او مور يې د ځان سره روان کړل او د بنى اِسرائيلو مُلک ته راغلل.</verse>
				<verse number="22">خو کله چې يوسف دا واورېدل چې د خپل پلار هيروديس په ځائ ارخلاوس د يهوديه بادشاه شوے دے، نو هلته د تللو نه وويرېدو. نو کله چې بيا په خوب کښې ورته دا خبردارے ورکړے شو نو هغه د ګليل علاقې ته لاړو،</verse>
				<verse number="23">هلته هغه په ناصرت نومې ښار کښې ډېره شو. دا د نبيانو په وسيله د وئيلے شوې هغه پېشګوئې تر سره کول وُو چې، ”هغۀ ته به ناصرى وئيلے شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">په دغه ورځو کښې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغے چې د يهوديه په بيابان کښې يې دا بيان کولو چې،</verse>
				<verse number="2">”توبه ګار شئ ځکه چې د آسمان بادشاهى نزدې راغلې ده.“</verse>
				<verse number="3">دا هغه څوک دے چې د يشعياه نبى په وسيله يې ذکر شوے دے، يعنې، ”په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ.“</verse>
				<verse number="4">د يحيىٰ جامې د اوښ د وړۍ وې او د څرمنې پټۍ يې د ملا نه تړلې وه او مُلخان او ځنګلى شات يې خوراک وو.</verse>
				<verse number="5">د يروشلم، يهوديه، او د اُردن د ګيرچاپيره وطن ټول خلق هغۀ ته راټول شوى وُو.</verse>
				<verse number="6">هغۀ هغوئ ته د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه.</verse>
				<verse number="7">خو کله چې يحيىٰ وليدل چې ډېر فريسيان او صدوقيان د بپتسمې دپاره راځى نو ورته يې وفرمائيل، ”اے د مارانو بچو، تاسو ته چا دا خبردارے درکړو چې د راتلونکى غضب نه وتښتئ؟</verse>
				<verse number="8">او داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى.</verse>
				<verse number="9">تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.</verse>
				<verse number="10">اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به واچولے شى.</verse>
				<verse number="11">زۀ تاسو له د توبې دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې به زما نه وروستو راځى هغه زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د هغۀ د څپلو پورته کولو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو له په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.</verse>
				<verse number="12">ښاخۍ د هغۀ په لاس کښې ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى او غنم به په خپله خمبه کښې جمع کوى، خو بوس به په هغه اور کښې سوزوى چې هيڅکله نۀ مرى.“</verse>
				<verse number="13">بيا عيسىٰ د ګليل نه د اُردن د سيند خوا ته راغلو چې د يحيىٰ نه بپتسمه واخلى.</verse>
				<verse number="14">خو يحيىٰ هغه منع کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ما ته په کار دى چې زۀ ستا نه بپتسمه واخلم او تۀ ما له راغلې؟“</verse>
				<verse number="15">عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په دې وخت هم داسې کول په کار دى ځکه چې مونږ له دغه شان د خُدائ پاک صداقت پوره کول مناسب دى.“ او بيا يحيىٰ دا ومنله.</verse>
				<verse number="16">د بپتسمې نه پس عيسىٰ د اوبو نه سمدستى راوختلو او په هغه وخت ورته آسمان کولاو شو او د خُدائ پاک روح يې وليدو چې د کونترې په شکل په هغۀ راکوزېدو.</verse>
				<verse number="17">او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">روحُ القُدس هغه وخت عيسىٰ بيابان ته بوتلو چې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شى.</verse>
				<verse number="2">هغۀ څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې روژه ونيوله او په آخر کښې هغه نار نهور شو.</verse>
				<verse number="3">بيا اِبليس ورغلو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼو ته ووايه چې روټۍ شى.“</verse>
				<verse number="4">عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې وائى چې، بنى آدم تش په روټۍ نۀ پائى خو هغه په هره هغه خبره پائى چې د خُدائ پاک د خولې نه راوځى.“</verse>
				<verse number="5">بيا اِبليس هغه مقدس ښار ته بوتلو او د خُدائ د کور په مناره يې ودرولو</verse>
				<verse number="6">او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو خپل ځان دلته نه ښکته وغورزوه، ځکه چې صحيفې وائى چې، هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، او هغوئ به تا په خپلو لاسونو کښې پورته کړى هسې نه چې په کاڼى تيندک وخورى.“</verse>
				<verse number="7">عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”صحيفې دا هم وائى چې، تاسو په خپل مالِک خُدائ پاک آزمېښت مۀ کوئ.“</verse>
				<verse number="8">بيا اِبليس هغه د يو ډېر اوچت غرۀ څوکې ته وخېژولو او د دُنيا ټولې بادشاهۍ او د هغې شان او شوکت يې ورښکاره کړل</verse>
				<verse number="9">او ورته يې ووئيل چې، ”دا هر څۀ به تا له درکړم خو کۀ تۀ راته صرف سجده وکړې او زما عبادت وکړې.“</verse>
				<verse number="10">خو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ورک شه اِبليسه. صحيفې وائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“</verse>
				<verse number="11">نو اِبليس هغه پرېښودو او فرښتې راغلې او د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.</verse>
				<verse number="12">هرکله چې عيسىٰ واورېدل چې يحيىٰ ګرفتار شوے دے نو هغه ګليل ته واپس راغلو.</verse>
				<verse number="13">ناصرت يې پرېښودو او په کفرنحُوم ښاريې کښې ډېره شو چې د درياب په غاړه دے چې د زبولون او نفتالى په سرحد کښې دے.</verse>
				<verse number="14">دا د يشعياه نبى خبرې پوره کول وُو يعنې،</verse>
				<verse number="15">”د زبولون او د نفتالى علاقه، د درياب طرف ته د اُردن نه په خوا کښې، د غېر‌يهوديانو ګليل،</verse>
				<verse number="16">کوم خلق چې په تيارۀ کښې ناست وُو، هغوئ يوه لويه رڼا وليدله، او څوک چې په زمکه د مرګ په سورى کښې ناست وُو، پرې رڼا وځلېده.“</verse>
				<verse number="17">د هغې ورځې نه عيسىٰ دا بيان شروع کړو چې، ”توبه ګار شئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.“</verse>
				<verse number="18">عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو چې دوه وروڼه يې وليدل، يو شمعون چې د پطروس په نوم ياديږى او د هغۀ ورور اندرياس. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو.</verse>
				<verse number="19">عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو آدم‌ګير جوړ کړم.“</verse>
				<verse number="20">هغوئ سمدستى خپل جالونه پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.</verse>
				<verse number="21">کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه وړاندې لاړو نو دوه وروڼه يې وليدل، يعقوب د زبدى زوئ او د هغۀ ورور يوحنا چې په کشتۍ کښې يې د خپل پلار زبدى سره جالونه مرمت کول. هغوئ يې راوبلل.</verse>
				<verse number="22">هغوئ سمدستى کشتۍ او خپل پلار پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.</verse>
				<verse number="23">عيسىٰ په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د يهوديانو په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان يې کولو او د خلقو هر رنځ او بيمارى يې روغوله.</verse>
				<verse number="24">د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.</verse>
				<verse number="25">ډېر خلق ورپسې روان شول چې د ګليل، د دِکپولس، د يروشلم، د يهوديه او د اُردن د پورې غاړې اوسېدونکى وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">کله چې عيسىٰ ګڼ خلق وليدل نو غرۀ ته وختلو او هلته کښېناستو. او کله چې د هغۀ مريدان ورته راټول شول،</verse>
				<verse number="2">نو هغۀ ورته داسې تعليم شروع کړو،</verse>
				<verse number="3">”بختور دى هغوئ چې د روح غريبان دى ځکه چې د آسمان بادشاهى د هغوئ ده.</verse>
				<verse number="4">بختور دى هغوئ چې غمژن دى، هغوئ به تسلى ومومى.</verse>
				<verse number="5">بختور دى هغوئ چې حليمان دى ځکه چې دوئ به د زمکې وارثان شى.</verse>
				<verse number="6">بختور دى هغوئ چې د صداقت اوږى تږى دى، دوئ به ماړۀ کړے شى.</verse>
				<verse number="7">بختور دى هغوئ چې رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړے شى.</verse>
				<verse number="8">بختور دى هغوئ چې زړونه يې پاک دى، هغوئ به د خُدائ پاک ديدن وکړى.</verse>
				<verse number="9">بختور دى د امن راوستونکى، خُدائ پاک به هغوئ ته خپل زامن ووائى.</verse>
				<verse number="10">بختور دى هغوئ چې د خُدائ پاک د رضا پوره کولو دپاره زورَولے کيږى، د آسمان بادشاهى د هغوئ ده.</verse>
				<verse number="11">تاسو بختور يئ کله چې خلق درته سپکې سپورې وائى، او زوروى مو او زما له وجې خلق ستاسو په حقله هر قِسم دروغژنې بدې خبرې کوى.</verse>
				<verse number="12">دا هر څۀ تاسو په خوشحالۍ او روڼ تندى وزغمئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے، ځکه چې ستاسو نه وړاندې هم دغه رنګ دوئ نبيان وزورول.</verse>
				<verse number="13">تاسو د دُنيا دپاره مالګه يئ. کۀ مالګه بې‌خونده شى، نو بيا به څنګه مالګينه شى؟ دا بيا د هيڅ څيز دپاره په کار نۀ راځى او بهر وغورزولے شى او د پښو لاندې کولو جوګه شى.</verse>
				<verse number="14">تاسو د ټولې دُنيا دپاره رڼا يئ. کوم ښار چې په غرۀ آباد وى هغه پټېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="15">چې ډيوه بله شى نو څوک پرې لوښے نۀ ږدى، بلکې د ډيوټ دپاسه کېښودلے شى چرته چې د کور ټولو خلقو ته رڼا ورکوى.</verse>
				<verse number="16">او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى.</verse>
				<verse number="17">دا خيال مۀ کوئ چې ګنې زۀ د دې دپاره راغلے يم چې شريعت او د نبيانو کتابونه منسوخ کړم. زۀ د هغوئ منسوخ کولو له نۀ يم راغلے بلکې پوره کولو له راغلے يم.</verse>
				<verse number="18">زۀ تاسو ته رښتيا وايم، ترڅو پورې چې آسمان او زمکه ختم شوى نۀ وى نو د شريعت يو حرف يا د حرف نه يو زبر قدرې به ختم نۀ شى، ترڅو چې دا هر څۀ سر ته رسېدلى نۀ وى.</verse>
				<verse number="19">نو کۀ څوک ورنه د شريعت يوه ذره شان هم مات کړى او نورو خلقو ته د داسې کولو تعليم ورکړى نو د آسمان په بادشاهۍ کښې به د دوئ ځائ د ټولو نه لاندې وى. خو هغه څوک چې په شريعت عمل وکړى او نورو ته يې تعليم هم ورکوى، هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې لوئى بيامومى.</verse>
				<verse number="20">زۀ تاسو ته دا وايم، ترڅو چې تاسو په صداقت کولو کښې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه زيات نۀ يئ نو تاسو بيا هيڅکله هم د آسمان په بادشاهۍ کښې داخلېدے نۀ شئ.</verse>
				<verse number="21">تاسو اورېدلى دى چې زمونږ پلار نيکۀ ته وئيلے شوى وُو چې، قتل مۀ کوئ. هغه څوک چې قتل وکړى هغۀ ته به ضرور په عدالت کښې سزا ورکولے شى.</verse>
				<verse number="22">خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.</verse>
				<verse number="23">کۀ چرې تاسو د قربانۍ ځائ ته کوم څيز راوړئ او په دې وخت کښې درته راياد شى چې ستا ورور په څۀ خبره درنه خفه دے،</verse>
				<verse number="24">نو خپله قربانى په هغه ځائ پرېږده. لاړ شه، اول خپل ورور رضا کړه او بيا راشه او خپل نذر وړاندې کړه.</verse>
				<verse number="25">کۀ د چا سره ستا مقدمه وى نو زر ورسره روغه جوړه وکړه، کله چې ورسره عدالت ته په لاره روان يې. هسې نه چې هغه دې قاضى ته پېش کړى او قاضى سپاهى ته، او تۀ قېد شې.</verse>
				<verse number="26">زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغې آزاد نۀ شئ ترڅو چې مو خپله جرمانه پېسه پېسه ادا کړې نۀ وى.</verse>
				<verse number="27">تاسو اورېدلى وُو چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، زنا مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="28">خو زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ يو سړے يوې ښځې ته په بد نيت سره وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښې د هغې سره زنا کړې ده.</verse>
				<verse number="29">کۀ چرې ستا ښۍ سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه او وې وغورزوه. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې د خپل وجود يو اندام بائيلې، نه چې ستا ټول وجود دوزخ ته وغورزولے شى.</verse>
				<verse number="30">او کۀ چرې ستا ښے لاس د ګناه سبب شى نو پرې يې کړه او وې غورزوه. ستا دپاره دا بهتره ده چې د خپل وجود يو اندام بائيلې، نۀ دا چې ستا ټول وجود دوزخ ته لاړ شى.</verse>
				<verse number="31">هغوئ ته وئيلے شوى وُو، کوم سړے چې خپله ښځه طلاقه کړى نو ضرور دې هغې له طلاق نامه ورکړى.</verse>
				<verse number="32">خو زۀ درته دا وايم چې کوم سړے چې د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغې باندې زنا کوى، او هر څوک چې طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى هغه زنا کوى.</verse>
				<verse number="33">بيا به تاسو دا اورېدلى وى چې زمونږ پلار نيکۀ ته وئيلے شوى وُو چې، خپل قسم مۀ ماتوئ خو خپل قسم د مالِک خُدائ دپاره ضرور پوره کوئ.</verse>
				<verse number="34">خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هيڅکله هم قسم مۀ خورئ، نۀ په آسمان، ځکه چې دا د خُدائ پاک تخت دے،</verse>
				<verse number="35">او نۀ په زمکه ځکه چې دا د هغۀ د پښو چوکۍ ده، او نۀ په يروشلم ځکه چې دا د لوئ بادشاه ښار دے،</verse>
				<verse number="36">او نۀ په خپل سر ځکه چې تۀ د دې يو وېښتۀ هم په خپله مرضۍ نۀ سپينولے او نۀ تورولے شې.</verse>
				<verse number="37">تاسو يواځې د ”آو“ په ځائ ”آو،“ او د ”نه“ په ځائ ”نه“ جواب ورکوئ. د دې نه زيات چې دے هغه د اِبليس کار دے.</verse>
				<verse number="38">تاسو خبر يئ چې دا وئيلے شوى وُو چې، د سترګې په بدل کښې سترګه او د غاښ په بدل کښې غاښ.</verse>
				<verse number="39">خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د هغه سړى خلاف مۀ ودرېږئ څوک چې درسره بد کوى. کۀ څوک درله په ښى مخ څپېړه درکړى نو ګس مخ هم ورواړوه.</verse>
				<verse number="40">کۀ چرې يو سړے ستا په قميص دعوىٰ وکړى نو تۀ خپل کوټ هم ورله ورکړه.</verse>
				<verse number="41">کۀ چرې يو اختيار لرونکے تا يو ميل په بيګار بوځى نو تۀ ورسره دوه ميله لاړ شه.</verse>
				<verse number="42">چې څوک درنه څۀ وغواړى هغه ورکړه او د داسې سړى نه مخ مۀ اړوه څوک چې درنه قرض غواړى.</verse>
				<verse number="43">تاسو خبر يئ چې وئيلے شوى وُو چې، د خپل ګاونډى سره مينه ساتئ او د خپل دشمن نه کرکه.</verse>
				<verse number="44">خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ،</verse>
				<verse number="45">چې په دې تاسو د خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چې په بدو او په ښو يو شان نمر راخېژوى او په نېکو او بدو خلقو يو شان باران ورَوى.</verse>
				<verse number="46">کۀ تاسو صرف د هغوئ سره مينه کوئ څوک چې تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو د کوم اجر اُميدوار يئ؟ ولې محصولچيان دغه شان نۀ کوى څۀ؟</verse>
				<verse number="47">کۀ چرې تاسو يواځې په خپلو وروڼو سلام اچوئ نو دا کومه نا آشنا خبره ده؟ دغه څۀ خو بې‌دينه هم کوى.</verse>
				<verse number="48">تاسو کامِل شئ لکه څنګه چې ستاسو آسمانى پلار کامِل دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">”خبردار چې د خپلې پرهيزګارۍ ښودنه د خلقو په مخکښې ونۀ کړئ. کۀ تاسو داسې وکړئ نو د آسمانى پلار سره ستاسو دپاره هيڅ اجر نشته.</verse>
				<verse number="2">هرکله چې تاسو څۀ خېرات کوئ نو په بيګل يې مۀ ډنډوره کوئ، لکه څنګه چې يې رياکاران په عبادتخانو او کوڅو کښې کوى چې خلق يې صِفت وکړى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته اجر پوره مِلاو شوے دے.</verse>
				<verse number="3">خو تاسو چې کله هم خېرات کوئ نو په داسې يې کوئ چې ګس لاس مو په دې خبر نۀ شى چې ستاسو ښے لاس څۀ کوى.</verse>
				<verse number="4">ستاسو خېرات دې ضرور په پړده کښې وى نو ستاسو آسمانى پلار چې دا هر څۀ وينى چې تاسو يې په پړده کښې کوئ، هغه به د دې بدل درکړى.</verse>
				<verse number="5">بيا دا چې تاسو کله هم دُعا کوئ نو د رياکارانو په شان مۀ جوړېږئ. هغوئ دا ډېر خوښوى چې په عبادتخانو او چوکونو کښې د دُعا دپاره ودريږى چې هر څوک يې ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شو.</verse>
				<verse number="6">خو کله چې تاسو دُعا کوئ نو خپلې کوټې ته ننوځئ، ور پورې کړئ او خپل پلار ته په زارو شئ، څوک چې د پړدې په دغه ځائ کښې موجود دے. او ستاسو آسمانى پلار څوک چې پټ رازونه وينى، هغه به بدل درکړى.</verse>
				<verse number="7">او کله چې تاسو دُعا کوئ نو په دُعا کښې د بې‌دينه قومونو په شان د بې‌مطلبه خبرو تکرار مۀ کوئ، د چا چې دا خيال وى چې د ډېرو وئيلو په وجه به د هغوئ واورېدے شى.</verse>
				<verse number="8">د هغوئ پېښې مۀ کوئ، ستاسو آسمانى پلار ستاسو د غوښتو نه وړاندې ستاسو په حاجتونو خبر دے.</verse>
				<verse number="9">نو داسې دُعا کوئ، اے په آسمان کښې زمونږ پلاره، ستا نوم دې پاک وى.</verse>
				<verse number="10">ستا بادشاهى دې راشى، ستا مرضى دې په زمکه هم پوره شى څنګه چې په آسمان کښې پوره کيږى.</verse>
				<verse number="11">مونږ له خپل روزمره رزق راکړه،</verse>
				<verse number="12">او زمونږ ګناهونه معاف کړه، لکه څنګه چې مونږ خپل قصوروار معاف کوُو.</verse>
				<verse number="13">او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه.</verse>
				<verse number="14">ځکه کۀ تاسو د نورو نافرمانى معاف کړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به هم تاسو معاف کړى.</verse>
				<verse number="15">خو کۀ تاسو نور نۀ معاف کوئ نو ستاسو آسمانى پلار به هم ستاسو نافرمانى معاف نۀ کړى.</verse>
				<verse number="16">هر کله چې تاسو روژه نيسئ نو د رياکارانو په شان ځانونه خفه مۀ ښکاره کوئ. هغوئ خپل مخونه ځکه ورانوى چې خلق ووائى چې ګنې د دوئ روژه ده. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شوے دے.</verse>
				<verse number="17">خو هر کله چې روژه نيسئ نو خپل سر غوړوئ او مخ وينځئ،</verse>
				<verse number="18">د دې دپاره چې څوک دا ونۀ وائى چې ګنې ستا روژه ده، خو تش ستا آسمانى پلار څوک چې په پړده کښې دے. او ستا آسمانى پلار چې په رازونو خبر دے، هغه به تا له ستا اجر درکړى.</verse>
				<verse number="19">په زمکه ځان له خزانې مۀ جمع کوئ چرته چې هغه وينۀ وهى او زنګ کيږى او غلۀ ورپسې کنډر کوى او پټوى يې.</verse>
				<verse number="20">خو خپل ځان له خزانې په آسمان کښې جمع کوئ چرته چې نۀ وينۀ شته او نۀ زنګ چې دا خرابې کړى، چرته چې نۀ غل کنډر کوى او نۀ يې پټوى.</verse>
				<verse number="21">ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.</verse>
				<verse number="22">سترګې د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى نو ستا ټول بدن به رڼا وى.</verse>
				<verse number="23">خو کۀ سترګې دې خرابې وى نو ستا ټول بدن به په توره تيارۀ کښې وى. او کۀ چرې کومه رڼا چې په تا کښې ده، کۀ هغه هم تيارۀ ده نو بيا دا څومره لوئ تورتم دے.</verse>
				<verse number="24">يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے. ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.</verse>
				<verse number="25">ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ولې ژوندون د روټۍ، او بدن د جامو نه ډېر غوره نۀ دے څۀ؟</verse>
				<verse number="26">د هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى او نۀ يې خمبو کښې جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د هغوئ نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟</verse>
				<verse number="27">په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه په اندېښنو خپل ژوند يو ساعت قدرې زيات کړى؟</verse>
				<verse number="28">د جامو اندېښنې بيا د څۀ دپاره؟ په پټو کښې ځنګلى ګلونو ته خو لږ خيال وکړئ، چې هغه څنګه راټوکيږى، نۀ خو هغوئ خوارى کوى او نۀ ځان دپاره جامې جوړوى.</verse>
				<verse number="29">خو زۀ تاسو ته دا وايم چې سليمان چرې هم سره د خپل ټول شان او شوکت د دې ګلونو په شان ښائسته جامې اچولې نۀ وې.</verse>
				<verse number="30">خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو له داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا به په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو ته ښکلې جامې در نۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو.</verse>
				<verse number="31">نو دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو يا څۀ به واغوندو.</verse>
				<verse number="32">په دې ټولو څيزونو پسې بې‌دينه زغلى، خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.</verse>
				<verse number="33">تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.</verse>
				<verse number="34">ځکه د سبا غم مۀ کوئ، سبا به خپل غم په خپله کوى. د نن دپاره نننے غم کافى دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">”په نورو اِلزام مۀ لګوئ نو په تاسو به هم اِلزام ونۀ لګولے شى.</verse>
				<verse number="2">ځکه چې څنګه تاسو په نورو اِلزامونه لګوئ دغه شان به په تاسو هم اِلزامونه ولګولے شى، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى.</verse>
				<verse number="3">تاسو د خپل ورور د سترګې خسڼى ته ولې ګوته نيسئ خو په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟</verse>
				<verse number="4">او تۀ څنګه خپل ورور ته دا وئيلے شې چې، راشه چې ستا د سترګې نه دا خسڼے وباسم، خو حال دا چې په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟</verse>
				<verse number="5">اے رياکاره، اول د خپلې سترګې نه تير وباسه، نو بيا به ستا سترګې وغړيږى چې د خپل ورور د سترګې نه خسڼے وباسې.</verse>
				<verse number="6">پاک څيزونه سپو له مۀ ورکوئ، خپلې ملغلرې خنزيرانو ته مۀ غورزوئ. هغوئ به يې د پښو لاندې کړى او په تاسو به راوګرځى او ريچې ريچې به مو کړى.</verse>
				<verse number="7">وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى.</verse>
				<verse number="8">ځکه هر څوک چې يې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى.</verse>
				<verse number="9">په تاسو کښې داسې څوک شته چې زوئ ترې روټۍ وغواړى او هغه به ورله کاڼے ورکړى؟</verse>
				<verse number="10">او يا دا چې ورنه کب وغواړى نو مار به ورکړى؟</verse>
				<verse number="11">نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به څومره ښۀ څيزونه هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترېنه غواړى.</verse>
				<verse number="12">د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ، دا د شريعت او د ټولو نبيانو د تعليم مجموعه ده.</verse>
				<verse number="13">په تنګه دروازه ورداخل شئ. ځکه چې د تباهۍ دروازه کولاو ده، لاره يې ښۀ پلنه ده او ډېر په دغه لاره ځى.</verse>
				<verse number="14">خو کومه دروازه چې د ژوند په لورې ده هغه وړه ده او لاره يې تنګه ده، او د دې پېدا کوونکى هم لږ دى.</verse>
				<verse number="15">د دروغژنو نبيانو نه خبردار شئ، داسې کسان چې د ګډو په شکل کښې تاسو له راځى او په اصل کښې هغه داړونکى شرمخان دى.</verse>
				<verse number="16">تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ. ولې د ازغو جاړو بوټو نه څوک انګور، يا د جاخو نه څوک اينځر راشوکولے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="17">هم دغه شان ښه ونه ښه مېوه نيسى او د بدې ونې مېوه بده وى.</verse>
				<verse number="18">ښه ونه بده مېوه نۀ شى نيولے او بده ونه ښه مېوه نۀ شى نيولے.</verse>
				<verse number="19">او کومه ونه چې ښه مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او په اور کښې به وغورزولے شى.</verse>
				<verse number="20">ځکه زۀ وايم چې تاسو به هغوئ په خپله مېوه وپېژنئ.</verse>
				<verse number="21">هر هغه څوک چې ما ته مالِک مالِک وائى هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې ورداخل نۀ شى، خو صرف هغه کس چې زما د آسمانى پلار په رضا کار کوى.</verse>
				<verse number="22">په ورځ د قيامت به ډېر ما ته وائى چې مالِکه، مالِکه، مونږ ستا په نوم نبوت نۀ وو کړے څۀ؟ او ستا په نوم مو پيريان نۀ وُو شړلى څۀ؟ او هم ستا په نوم مو ډيرې معجزې نۀ وې ښکاره کړې څۀ؟</verse>
				<verse number="23">نو زۀ به هغوئ ته په ښکاره ووايم چې ما تاسو چرې هم نۀ يئ پېژندلى، تاسو بې‌شرعې خلق زما نه ورک شئ.</verse>
				<verse number="24">هر هغه څوک چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې کوى، هغه به د هغه هوښيار کس په شان وګڼلے شى چا چې خپل کور د يو سخت ګټ دپاسه آباد کړے وى.</verse>
				<verse number="25">او چې باران وشو، سېلاب راغلو، زل زول او طوفان تير شو او د دۀ کور سره يې ډغرې وخوړې، خو دا راپرې نۀ وتو ځکه چې بنيادونه يې د يو سخت ګټ دپاسه وُو.</verse>
				<verse number="26">خو د هغه چا به بيا څۀ اَنجام وى چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې نۀ کوى؟ د هغۀ مِثال د هغه ناپوهه کس دے چا چې په شګو خپل کور جوړ کړے وو.</verse>
				<verse number="27">باران وورېدو، سېلاب راغلو، زول او طوفان تېر شو او د دغه کور سره يې ډغرې وخوړې او راوې غورزولو او بلکل يې تباه کړو.“</verse>
				<verse number="28">څۀ وخت چې عيسىٰ دا خبرې بس کړې نو خلق د هغۀ په تعليم حق حېران شول،</verse>
				<verse number="29">ځکه چې هغۀ د هغوئ د شرعې عالمانو په شان نه، خو په پوره اختيار سره يې تعليم ورکولو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">څۀ وخت چې عيسىٰ د غرۀ نه راکوز شو نو ګڼ خلق ورپسې شُو.</verse>
				<verse number="2">خو بيا يو جذامى وروړاندې شو او په سجده ورته پرېوتو او وې وئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ صرف وغواړې نو ما روغولے شې.“</verse>
				<verse number="3">عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم چې داسې وکړم.“ بيا يې وفرمائيل چې، ”پاک شه.“ او په هغه ساعت د جذام نه روغ جوړ شو.</verse>
				<verse number="4">بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. خو لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده، هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“</verse>
				<verse number="5">او کله چې عيسىٰ کفرنحُوم ښار ته وردننه شو نو يو رومى صوبه دار ورغلو او هغۀ ته يې مِنت وکړو او وئيل يې چې،</verse>
				<verse number="6">”مالِکه، زما يو نوکر په کور کښې شل ګوډ پروت دے او ډېر په تکليف کښې دے.“</verse>
				<verse number="7">عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ به درشم او روغ به يې کړم.“</verse>
				<verse number="8">خو صوبه دار جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ د دې جوګه نۀ يم چې تۀ زما کور ته راشې. خو کۀ تاسو صرف حکم وکړئ نو زما نوکر به جوړ شى.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې زۀ پوهېږم چې زۀ په خپله د بل د حکم لاندې يم او سپاهيان زما د حکم لاندې دى. زۀ چې يو ته ووايم چې لاړ شه نو هغه لاړ شى، او چې بل ته ووايم چې دېخوا راشه، نو هغه راشى او چې خپل غلام ته ووايم چې داسې وکړه نو هغه يې هغه شان کوى.“</verse>
				<verse number="10">عيسىٰ په حېرانتيا د هغۀ خبرې واورېدې نو هغه ګڼې ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.</verse>
				<verse number="11">زۀ تاسو ته دا وايم چې د نمرخاتۀ او د نمرپرېواتۀ نه به ډېر خلق داسې راشى چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره به د آسمان د بادشاهۍ په مېلمستيا کښې يو ځائ کښېنى،</verse>
				<verse number="12">خو د بادشاهت وارثان به بهر تيارې ته وغورزولے شى کوم ځائ چې به ژړا وير او د غاښونو چيچل وى.“</verse>
				<verse number="13">بيا عيسىٰ صوبه دار ته وفرمائيل چې، ”اوس خپل کور ته لاړ شه، نو ستا د ايمان په وجه دې داسې وشى.“ نو هم په هغه ساعت د هغۀ نوکر روغ شو.</verse>
				<verse number="14">عيسىٰ بيا د پطروس کور ته لاړو او وې ليدل چې د پطروس خواښې تبې نيولې وه.</verse>
				<verse number="15">نو د هغې لاس ته يې لاس وروړو نو د هغې نه تبه لاړه. هغه پاڅېده او د هغۀ په خِدمت کولو شروع شوه.</verse>
				<verse number="16">کله چې ماښام شو نو خلقو عيسىٰ له ډېر داسې کسان راوستل چې پيريانو نيولى وُو او هغۀ د هغوئ نه په يو حکم پيريان وشړل او ټول بيماران يې روغ کړل،</verse>
				<verse number="17">چې دغه شان د يشعياه نبى په وسيله وئيلے شوې هغه پېشګوئې پوره شى چې، ”هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې.“</verse>
				<verse number="18">عيسىٰ چې د ځان نه چاپېره ګڼه وليده نو حکم يې وکړو چې راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو.</verse>
				<verse number="19">يو د شرعې عالم ورغلو او وې وئيل چې، ”اُستاذه، هر چرته چې تۀ ځې، زۀ به هم درپسې ځم.“</verse>
				<verse number="20">عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر پرې ولګوى.“</verse>
				<verse number="21">يو بل مريد ورته ووئيل، ”مالِکه، اول ما ته اجازت راکړه چې خپل پلار ښخ کړم.“</verse>
				<verse number="22">عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ما پسې راځه، مړى پرېږدئ چې مړى ښخوى.“</verse>
				<verse number="23">بيا عيسىٰ په کشتۍ کښې سور شو او مريدان هم ورسره سوارۀ شُو.</verse>
				<verse number="24">خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو او چپې داسې اوچتېدې چې په کشتۍ راواوړېدې. خو هغه اودۀ وو.</verse>
				<verse number="25">نو هغوئ ورغلل او هغه يې رابېدار کړو چې، ”مالِکه، مونږ بچ کړه. مونږ ډوبيږو.“</verse>
				<verse number="26">هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، ستاسو ايمان څومره کمزورے دے؟“ بيا هغه ودرېدو، طوفان او د اوبو چپې يې ورټلې نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه.</verse>
				<verse number="27">مريدان په دې ننداره ډېر حېران شول او دوئ ووئيل چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپې يې هم حکم منى؟“</verse>
				<verse number="28">عيسىٰ چې د ګدريانو علاقې ته پورې وتو نو د قبرستان نه دوه سړى راووتل چې پيريانو نيولى وُو او دومره خطرناک وُو چې څوک هم په هغه لاره ترې نۀ شُو تېرېدلے.</verse>
				<verse number="29">هغوئ چغې کړې، ”اے د خُدائ پاک زويه. تۀ زمونږ نه څۀ غواړې؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې مونږ د قيامت نه وړاندې په عذاب کړې څۀ؟“</verse>
				<verse number="30">نو لږ لرې د خنزيرانو يوه لويه رمه څرېدله.</verse>
				<verse number="31">او پيريانو زارى ورته وکړه، ”کۀ چرې تۀ مونږ شړل غواړې نو مونږ د خنزيرانو دغې رمې ته ولېږه.“</verse>
				<verse number="32">هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”لاړ شئ.“ نو هغوئ راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او د خنزيرانو ټوله رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او په اوبو کښې ډوبه شوه.</verse>
				<verse number="33">د خنزيرانو ساتونکى نزدې ښار ته وتښتېدل او هر چا ته يې هغه ټوله قيصه بيانوله، څۀ چې په پيريانو نيولى سړو تير شوى وُو.</verse>
				<verse number="34">بيا د کلى ټول خلق بهر راووتل چې عيسىٰ ووينى، او کله چې هغوئ وليدو نو ورته يې مِنت زارى وکړه چې د دې علاقې نه لاړ شه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">نو عيسىٰ په کشتۍ کښې کښېناستو او د سيند بلې غاړې ته خپل ښار ته راغلو</verse>
				<verse number="2">نو ورله څۀ کسانو يو شل سړے په کټ کښې پروت راوړو. د هغوئ ايمان يې چې وليدو نو عيسىٰ هغه شل سړى ته وفرمائيل چې، ”زما زويه، خاطر جمع کړه، ستا ګناهونه معاف شول.“</verse>
				<verse number="3">په دې ځينې د شرعې عالمانو د ځان سره ووئيل چې، ”دا يې لا څۀ کُفر ووئيلو.“</verse>
				<verse number="4">عيسىٰ په دې پوهه وو چې د دوئ په زړۀ کښې څۀ تير شول نو ورته يې وفرمائيل چې، ”تاسو داسې بد خيالونه ولې کوئ؟</verse>
				<verse number="5">آيا دا آسانه خبره ده چې ووائى چې ګناهونه دې معاف شُو او کۀ دا چې ووائى چې پاڅه او وګرځه؟</verse>
				<verse number="6">نو دا ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې اِبن آدم سره په دُنيا کښې د ګناهونو د بخښلو اختيار هم شته،“ نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، بستره دې واخله او کور ته ځه،“</verse>
				<verse number="7">او هغه پاڅېدو او کور ته لاړو.</verse>
				<verse number="8">خلق په دې ننداره هيبت واخستل او بنى آدم ته په داسې اختيار ورکولو يې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.</verse>
				<verse number="9">څنګه چې عيسىٰ له دې ځايه لاړو نو هغۀ متى نومې سړے د محصُول په کُرسۍ ناست وليدو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ متى پاڅېدو او په هغۀ پسې روان شو.</verse>
				<verse number="10">څۀ وخت چې عيسىٰ د متى په کور کښې د خپلو مريدانو سره روټۍ ته ناست وو نو ډېر محصولچيان او بدکاران راغلۀ او د دوئ سره په دسترخوان کښېناستل.</verse>
				<verse number="11">او چې کله فريسيانو دا وليدل نو د هغۀ مريدانو ته يې وفرمائيل چې، ”دا ستاسو اُستاذ د محصولچيانو او ګناهګارو سره ولې يو ځائ روټۍ ته ناست دے؟“</verse>
				<verse number="12">عيسىٰ چې دا واورېدل نو وې فرمائيل چې، ”روغو خلقو ته د طبيب حاجت نۀ وى خو بيمارانو ته يې وى.</verse>
				<verse number="13">لاړ شئ او د دې صحيفو په معنىٰ ځان پوهه کړئ چې، ”زۀ رحم غواړم، نه چې قربانى.“ زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو ته دعوت ورکړم بلکې ګناهګارانو ته.“</verse>
				<verse number="14">خو بيا د يحيىٰ مريدان عيسىٰ له راغلل او دا تپوس يې ترې وکړو چې، ”څۀ وجه ده چې مونږ او فريسيان خو روژې نيسو خو ستا مريدان يې نۀ نيسى؟“</verse>
				<verse number="15">عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو چرته جنجيان د وادۀ د زلمى سره په ژړا ناست ليدلى دى څۀ؟ خو يو وخت به راشى چې د وادۀ زلمے به د دوئ نه جدا کړے شى او بيا به هغه وخت دوئ روژه نيسى.</verse>
				<verse number="16">هيڅ څوک هم نوے پيوند په زړه چُوغه نۀ لګوى ځکه چې دا پيوند به چُوغه نوره هم شلوى او نور لوئ سورے به په کښې جوړ شى.</verse>
				<verse number="17">کله هم څوک نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ځکه چې مشکونه به وشليږى او مے به يې توئ شى او مشکونه به تباه شى، خو نوى مے په نوؤ مشکونو کښې اچولے شى، او دغه شان به دواړه بچ شى.“</verse>
				<verse number="18">عيسىٰ لا دا خبرې کولې چې هغۀ ته د عبادتخانې يو مشر راغلو او په سجده ورته پرېوتو او وې وئيل چې، ”په دې ساعت مې لور مړه شوه، خو تۀ ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده نو هغه به ژوندۍ شى.“</verse>
				<verse number="19">عيسىٰ پاڅېدو، او هغۀ سره روان شو او مريدان هم ورسره لاړل.</verse>
				<verse number="20">نو سمدستى يوه ښځه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله، د شا د طرفه راغله او د هغۀ د چُوغې لمن له يې لاس وروړو</verse>
				<verse number="21">ځکه چې د هغې دا باور وو چې، ”کۀ زۀ صرف د هغۀ جامو له لاس هم وروړم، نو جوړه به شم.“</verse>
				<verse number="22">خو عيسىٰ مخ ورواړولو او هغه يې وليده او ورته يې وفرمائيل، ”ډاډه اوسه، زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې.“ او په هم هغه ساعت هغه روغه شوه.</verse>
				<verse number="23">کله چې عيسىٰ د مشر کور ته راغلو نو هغۀ د شپېلۍ غږوونکو او ډېرو خلقو د ژړا انګولا او د جنازې د ساز ډله وليدله،</verse>
				<verse number="24">خو هغۀ وفرمائيل چې، ”اخوا شئ، جينۍ مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“ خو هغوئ ورپورې وخندل.</verse>
				<verse number="25">څۀ وخت چې ګڼه ګوڼه بهر کړے شوه نو هغه ورننوتو او جينۍ يې د لاسه ونيوله، نو هغه راپاڅېده.</verse>
				<verse number="26">دا خبره په ټوله علاقه کښې خوره شوه.</verse>
				<verse number="27">کله چې عيسىٰ وړاندې لاړو نو دوه ړاندۀ ورپسې شول او دا چغې يې وهلې، ”اے د داؤد زويه، په مونږ رحم وکړه.“</verse>
				<verse number="28">کله چې هغه کور ته دننه شو نو هغه ړاندۀ سړى ورله راغلل او عيسىٰ ترې تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې يقين لرئ چې، زۀ هغه کار کولے شم څۀ چې تاسو غواړئ؟“ هغوئ ووئيل چې، ”آو، مالِکه.“</verse>
				<verse number="29">بيا هغۀ د هغوئ سترګو له لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”څنګه چې ستاسو ايمان دے، نو هم دغسې دې وشى.“</verse>
				<verse number="30">نو د هغوئ سترګې بينا شوې. عيسىٰ په سخته هغوئ ته وفرمائيل، ”ګورئ چې څوک درنه په دې کار خبر نۀ شى.“</verse>
				<verse number="31">خو هغوئ چې بهر ووتل نو په ټوله علاقه کښې يې د هغۀ په حقله دا خبره خوره کړه.</verse>
				<verse number="32">هغوئ په وتو کښې وُو چې څۀ کسانو يو سړے عيسىٰ له راوستو چې په ژبه چاړا وو او خبرې يې نۀ شوې کولے ځکه چې هغه پيريانو نيولے وو.</verse>
				<verse number="33">او کله چې پيرے يې ترې وشړلو، نو د هغۀ ژبه ګويا شوه. ټول خلق حق حېران شول او وې وئيل چې، ”په بنى اِسرائيلو کښې هيڅکله هم داسې نۀ دى شوى.“</verse>
				<verse number="34">خو فريسيانو ووئيل چې، ”د پيريانو د سردار په مدد دے پيريان شړى.“</verse>
				<verse number="35">دغه شان عيسىٰ په ټولو کلو او ښارونو کښې ګرځېدو او د هغوئ په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د بادشاهۍ زېرے يې ورکولو او هره بيمارى او هره کمزورتيا يې روغوله.</verse>
				<verse number="36">کله چې هغۀ د خلقو ګڼه وليده نو په هغوئ يې زړۀ وسوزېدلو. هغوئ لکه د هغه ګډو په شان پرېشانه او بې‌وسه وُو چې شپون ورسره نۀ وى.</verse>
				<verse number="37">بيا هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”فصل ډېر دے خو مزدوران لږ دى.</verse>
				<verse number="38">د دې دپاره تاسو د فصل مالِک ته خواست وکړئ چې هغه د فصل رېبلو دپاره مزدوران راولېږى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">بيا عيسىٰ خپل دولس مريدان راوغوښتل او هغوئ له يې د پيريانو شړلو او د هر قِسم بيماريانو او مرضونو شفا اختيار ورکړو.</verse>
				<verse number="2">د هغه دولسو مريدانو نومونه دا دى، اول شمعون چې پطروس ورته وائى او د هغۀ ورور اندرياس، د زبدى زوئ يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا،</verse>
				<verse number="3">فيليپوس او برتلماۍ، توما او متى محصولچى، د حلفى زوئ يعقوب او تدى،</verse>
				<verse number="4">شمعون ننګيالے او يهوداه اِسکريوتى، يعنې هغه سړے چې په عيسىٰ يې جاسوسى وکړه.</verse>
				<verse number="5">عيسىٰ دا دولس کسان د دې هداياتو سره ولېږل چې، ”د غېر يهودى قومونو په طرف مۀ ځئ او د سامريانو ښار ته مۀ ننوځئ،</verse>
				<verse number="6">خو د هغې په ځائ د بنى اِسرائيلو د خاندان ورکو شوو ګډو له لاړ شئ.</verse>
				<verse number="7">او په تلو تلو کښې دا پېغام ورکوئ چې د آسمان بادشاهى رانزدې شوې ده.</verse>
				<verse number="8">بيماران جوړَوئ، مړى ژوندى کوئ، جذاميان پاکوئ او پيريان شړئ. تاسو ته دا اختيار مفت درکړے شو او مفت يې ورکوئ.</verse>
				<verse number="9">سرۀ زر يا سپين زر يا تانبه په خپلې تيلۍ کښې مۀ اخلئ.</verse>
				<verse number="10">د ځان سره نۀ د سفر تيلۍ، نۀ دوېم قميص، نۀ اضافى پېزار او مۀ امسا اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.</verse>
				<verse number="11">کوم ښار يا کلى ته چې تاسو ننوځئ نو د داسې يو عزتمند سړى کور ته ورځئ چې د ورتلو قابل وى، او هلته پاتې شئ تر هغې چې د هغه ځايه بل ځائ ته رُخصت شئ.</verse>
				<verse number="12">کوم کور ته چې تاسو ننوځئ، د هغوئ سلامتى غواړئ.</verse>
				<verse number="13">کۀ هغه د دې لائق وى نو ستاسو سلامتى به ورورسيږى، او کۀ لائق نۀ وى نو ستاسو سلامتى به واپس تاسو ته راوګرځى.</verse>
				<verse number="14">خو کۀ چرې څوک تاسو قبول نۀ کړى او غوږ درته ونۀ نيسى نو چې کله تاسو هغه کور يا ښار پرېږدئ نو د خپلو پښو نه دوړې وڅنډئ.</verse>
				<verse number="15">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې په ورځ د قيامت به د سدوم او د عموره د خلقو حال د دې ښار د خلقو د حال نه ښۀ وى.</verse>
				<verse number="16">ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بې‌آزاره اوسئ.</verse>
				<verse number="17">خبردار اوسئ چې دوئ به تاسو عدالتونو ته حواله کوى او په خپلو عبادتخانو کښې به مو په کوړو وهى،</verse>
				<verse number="18">او زما د خاطره به تاسو حاکمانو او بادشاهانو ته وړاندې کوى چې د هغوئ او غېر‌يهوديانو دپاره ګواهان شئ.</verse>
				<verse number="19">خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ نو د دې سوچ مۀ کوئ چې تاسو به څۀ او څنګه ووايئ. چې وخت راشى نو هغه خبرې به په خپله ستاسو خولې ته راشى چې تاسو ته يې ضرورت وى.</verse>
				<verse number="20">ځکه کومې خبرې چې تاسو کوئ دغه به تاسو په خپله نۀ کوئ، خو ستاسو په ذريعه به ستاسو د آسمانى پلار روح خبرې کوى.</verse>
				<verse number="21">ورور به د ورور د مرګ جاسوس شى او پلار به د زوئ، او اولاد به د مور پلار خلاف شى او مرګ ته به يې حواله کوى.</verse>
				<verse number="22">ټول به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.</verse>
				<verse number="23">کله چې تاسو په يو ښار کښې وزورولے شئ نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته رښتيا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى.</verse>
				<verse number="24">شاګرد د خپل اُستاذ نه لوئ نۀ وى او نۀ نوکر د خپل مالِک نه.</verse>
				<verse number="25">د شاګرد دپاره دا کافى ده چې د اُستاذ په شان شى او نوکر د خپل مالِک په شان. کۀ د يو کور مالِک ته بعلزبول وئيلے شى نو د هغۀ د کور کسان به د دې نه هم په خراب نوم ياد کړے شى.</verse>
				<verse number="26">نو د هغوئ نه يره مۀ کوئ ځکه چې داسې پټ څيز نشته چې ښکاره به نۀ شى، او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى.</verse>
				<verse number="27">څۀ چې زۀ تاسو ته په تيارۀ کښې وايم نو تاسو يې په رڼا کښې وايئ. څۀ چې تاسو ته په غوږ کښې ووئيلے شى هغه تاسو د چت دپاسه په چغو وايئ.</verse>
				<verse number="28">د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې وجود وژنى خو روح نۀ شى وژلے، خو د هغه چا نه يرېږئ څوک چې روح او بدن دواړه په دوزخ کښې بربادولے شى.</verse>
				<verse number="29">ولې دوه چڼچڼې په يوه پېسه نۀ خرڅيږى څۀ؟ خو بيا هم ستاسو د پلار د رضا نه بغېر يوه هم په زمکه نۀ راپرېوځى.</verse>
				<verse number="30">خو دا چې ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى.</verse>
				<verse number="31">نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بې‌شمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.</verse>
				<verse number="32">هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړم.</verse>
				<verse number="33">خو هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما نه اِنکار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ نه اِنکار وکړم.</verse>
				<verse number="34">تاسو دا خيال مۀ کوئ چې زۀ ګنې دُنيا ته د امن راوستو دپاره راغلے يم. نه، زۀ د امن راوستو دپاره نه، خو د جنګ دپاره راغلے يم.</verse>
				<verse number="35">زۀ دې له راغلے يم چې سړے د خپل پلار خلاف شى، لور د مور، او اِنږور د خواښې.</verse>
				<verse number="36">او د سړى دشمنان به د هغۀ د کور خلق وى.</verse>
				<verse number="37">داسې کس زما قابل نۀ دے چې د خپل مور پلار سره زما نه زياته مينه کوى او هغه څوک هم چې زما نه زياته مينه د خپل زوئ يا لور سره کوى.</verse>
				<verse number="38">داسې خلق زما جوګه نۀ دى څوک چې خپله سولۍ نۀ پورته کوى او زما په نقش قدم نۀ ځى.</verse>
				<verse number="39">څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، هغه به يې حاصل کړى.</verse>
				<verse number="40">څوک چې تاسو قبلوى هغه ما قبلوى او څوک چې ما قبلوى نو هغه هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="41">هر هغه څوک چې يو نبى د نبى په نوم قبلوى هغۀ ته به د نبى اجر ملاويږى، او هر هغه څوک چې يو صادق د صادق په نوم قبلوى، هغۀ ته به د صادق اجر ملاويږى.</verse>
				<verse number="42">هر هغه څوک کۀ يو جام يخې اوبۀ دې ورکوټى له په دې وجه ورکړى چې هغه زما مريد دے، نو زۀ درته دا وايم چې هغه کس به بې‌اجره پاتې نۀ شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">کله چې عيسىٰ خپلو دولسو مريدانو ته هدايت ورکول ختم کړل نو بيا هغه د هغه ځائ نه روان شو چې د هغوئ په ښارونو کښې تعليم ورکړى او بيان وکړى.</verse>
				<verse number="2">کله چې يحيىٰ بپتسمه ورکوونکے په قېدخانه کښې د مسيح د کارونو نه خبر شو، نو خپل يو څو مريدان يې ورولېږل چې د عيسىٰ نه دا تپوس وکړى چې،</verse>
				<verse number="3">”ولې هغه راتلونکے تۀ يې څۀ؟ او يا کۀ نه، مونږ د بل چا اِنتظار وکړو؟“</verse>
				<verse number="4">عيسىٰ ورله جواب ورکړو، ”لاړ شئ، څۀ چې تاسو اورئ او ګورئ، هغه يحيىٰ ته ووايئ</verse>
				<verse number="5">چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى.</verse>
				<verse number="6">او بختور دى هغه څوک چې ما نۀ ازاروى.“</verse>
				<verse number="7">څۀ وخت چې د يحيىٰ مريدان واپس رُخصت شول نو عيسىٰ خلقو ته د يحيىٰ په حقله دا وفرمائيل، ”تاسو د څۀ ليدلو دپاره بيابان ته تلى وئ؟ يوه لوخه چې باد خوځوله څۀ؟</verse>
				<verse number="8">نو بيا تاسو د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو کس چې ښکلې او نرمې جامې يې اچولې وې؟ ګورئ، هغه څوک چې نرمې جامې اچوى هغه په محلونو کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="9">نو بيا تاسو بهر د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ د يو نبى ليدلو ته؟ آو، رښتيا چې د يو نبى نه هم څۀ ډېر لوئ.</verse>
				<verse number="10">دا هغه څوک دے چې د چا په حقله چې ليکلے شوى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى.“</verse>
				<verse number="11">زۀ تاسو ته رښتيا وايم د زمکې په مخ بل څوک د يحيىٰ بپتسمه ورکونکى نه لوئ نشته خو بيا هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د ټولو نه کمزورے کس د هغۀ نه لوئ دے.</verse>
				<verse number="12">د بپتسمه ورکونکى يحيىٰ د راتلو د ورځو نه پس لا تر اوسه د آسمان په بادشاهۍ زور کولے شى او زورَور يې په زور رانيسى.</verse>
				<verse number="13">ځکه چې د يحيىٰ د راتلو نه وړاندې ټولو نبيانو او د موسىٰ شريعت د دې وخت انتظار کړے وو.</verse>
				<verse number="14">نو کۀ تاسو غواړئ چې هغه ومنئ نو هغه په خپله الياس دے څوک چې راتلونکے دے.</verse>
				<verse number="15">څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى.</verse>
				<verse number="16">زۀ د دې پيړۍ مِثال څنګه درکړم؟ دوئ لکه په بازار کښې د ناستو ماشومانو په شان دى چې يو بل ته نعرې وهى چې،</verse>
				<verse number="17">”مونږ درته شپيلۍ وغږوله او تاسو ګډ نۀ شوئ، مونږ درته ځان ووهلو او وير مو وکړو خو تاسو ونۀ ژړل.“</verse>
				<verse number="18">ځکه کله چې يحيىٰ روژه په خولۀ راغلو نو هغوئ وئيل چې هغه پيرى نيولے دے.</verse>
				<verse number="19">اِبن آدم په خوړلو څښلو ورته راغلو او دوئ وائى چې دۀ ته ګورئ، يو ګيډور او شرابى، د محصولچيانو او بدکارانو ملګرے. خو بيا هم خلقو ته حکمت په خپلو کارونو کولو صادق ثابت شو.“</verse>
				<verse number="20">نو بيا عيسىٰ په توبه نۀ کولو د هغه ښارونو خلق ملامته کړل چرته چې هغۀ ډيرې معجزې سر ته رسولې وې.</verse>
				<verse number="21">هغۀ وفرمائيل چې، ”افسوس اے خورازينه، په تا افسوس بيتِ‌صيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځانه ټاټ تاو کړے وو او په ايرو کښې به يې توبه ويستې وه.</verse>
				<verse number="22">خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د قيامت په ورځ به د صور او صيدا حال ستاسو د حال نه ښۀ وى.</verse>
				<verse number="23">او اے کفرنحُومه، ولې تۀ دا ګڼې چې ستا مقام به تر آسمانه پورته کړے شى څۀ؟ نه، تۀ به تاترين ته وغورزولے شې. ځکه چې کومې معجزې چې په تا کښې ښکاره کړے شوې، کۀ په سدوم کښې شوې وے نو سدوم به تر ننه آباد وو.</verse>
				<verse number="24">خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د قيامت په ورځ به د سدوم د خلقو حال ستاسو د حال نه ښۀ وى.“</verse>
				<verse number="25">په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.</verse>
				<verse number="26">آو، پلاره، دا ستا رضا وه.</verse>
				<verse number="27">هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پېژنى، او نۀ څوک پلار پېژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى.</verse>
				<verse number="28">اے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم.</verse>
				<verse number="29">زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ.</verse>
				<verse number="30">ځکه چې زما جغ په وړلو کښې پوست دے او زما پنډ سپک دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">په هغه وخت عيسىٰ د سبت يعنې د خالى په ورځ د فصل په يو پټى تېرېدو نو د هغۀ مريدانو د لوږې نه د وږو په ماتولو شروع وکړه او په خوړلو يې لګيا شول.</verse>
				<verse number="2">خو کله چې فريسيانو دا وليدل نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”ګوره، ستا مريدان داسې کار کوى چې د سبت په ورځ ناروا دے.“</verse>
				<verse number="3">هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”تاسو دا نۀ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى شوى وُو نو هغوئ څۀ کړى وُو؟</verse>
				<verse number="4">هغه د خُدائ کور ته ننوتو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه، اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه.</verse>
				<verse number="5">او تاسو په شريعت کښې دا نۀ دى وئيلى چې د خُدائ په کور کښې اِمامانو د سبت ورځ ماته کړه او هغوئ پرې ګناه ګار نۀ شُو.</verse>
				<verse number="6">زۀ تاسو ته وايم چې دلته د خُدائ د کور نه څۀ نور هم لوئ څيز موجود دے.</verse>
				<verse number="7">کۀ چرې تاسو د دې په مطلب پوهه وئ چې، ”زۀ رحم خوښوم، قربانى نه،“ نو تاسو به بې‌ګناه خلق ګناه ګار کړى نۀ وُو.</verse>
				<verse number="8">ځکه چې اِبن آدم د سبت د ورځې مالِک دے.“</verse>
				<verse number="9">بيا عيسىٰ هغه ځائ پرېښودلو او د هغوئ عبادتخانې ته ورننوتو.</verse>
				<verse number="10">هلته يې يو سړے وليدو چې لاس يې اوچ شوے وو او هغه خلقو د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”ولې د سبت په ورځ روغول روا دى څۀ؟“ ځکه چې هغوئ په دۀ د اِلزام لګولو بهانه لټوله.</verse>
				<verse number="11">خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”فرض کړئ چې تاسو يوه ګډه لرئ او هغه د سبت په ورځ کندې ته وغورزيږى، په تاسو کښې داسې يو کس هم شته چې هغه به د سبت په ورځ د هغې د راخېژولو کوشش نۀ کوى؟</verse>
				<verse number="12">او بې‌شکه چې انسان د ګډې نه ډېر زيات قيمتى دے. ځکه د سبت په ورځ نېکى کول روا دى.“</verse>
				<verse number="13">بيا هغۀ هغه سړى ته وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او د بل لاس په شان يې هغه لاس روغ رمټ شو.</verse>
				<verse number="14">خو فريسيان د عبادتخانې نه بهر ووتل او په خپلو کښې يې د عيسىٰ د وژلو منصوبه شروع کړه.</verse>
				<verse number="15">خو عيسىٰ چې په دې خبر شو نو د هغه ځائ نه لاړو. ډېر خلق په هغۀ پسې روان شول او هغۀ د هغوئ ټول بيماران روغ کړل.</verse>
				<verse number="16">او هغوئ ته يې په سخته وفرمائيل چې، ”ما به نۀ ښکاره کوئ.“</verse>
				<verse number="17">دا د يشعياه نبى د دې پېشګويۍ پوره کول وُو چې،</verse>
				<verse number="18">”دا زما خادِم دے چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. زۀ به خپل روح په هغۀ سورے کړم، او هغه به ټولو قومونو ته اِنصاف رسوى.</verse>
				<verse number="19">هغه به نۀ جنګ کوى، نۀ شور، او نۀ به په کوڅو کښې د هغۀ آواز اورېدے شى.</verse>
				<verse number="20">هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى. ترڅو هغه په وفادارۍ سره اِنصاف قائم وساتى.</verse>
				<verse number="21">د هغۀ په نوم به ټول قومونه اُميدونه ساتى.“</verse>
				<verse number="22">بيا هغوئ ورته يو ړوند ګونګا سړے راوستو چې پيرى نيولے وو. عيسىٰ هغه روغ کړو، ژبه يې ګويا شوه او په سترګو بينا شو.</verse>
				<verse number="23">ټول خلق حق حېران شول او دا خبره خوره شوه چې، ”ولې دا د داؤد زوئ نۀ دے د چا چې مونږ تلاش کوُو؟“</verse>
				<verse number="24">خو کله چې فريسيانو دا واورېدل نو هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے د پيريانو د سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“</verse>
				<verse number="25">عيسىٰ په دې پوهه وو چې دوئ څۀ سوچ کوى، نو ځکه يې هغوئ ته وفرمائيل، ”هره بادشاهى چې په خپلو کښې بې‌اتفاقه شى نو هغه تباه کيږى، او په يو ښار يا کور کښې چې بې‌اتفاقى راشى نو هغه به په خپلو کښې جدا شى.</verse>
				<verse number="26">کۀ چرې اِبليس، اِبليس شړى نو بيا خو اِبليس په خپله د ځان خلاف شو، نو د هغۀ بادشاهى څنګه پاتې کېدے شى؟</verse>
				<verse number="27">نو کۀ چرې زۀ پيريان د بعلزبول په مدد شړم نو ستاسو مريدان يې د چا په وسيله شړى؟ نو په هم دې وجه به هغوئ تاسو ملامته کړى.</verse>
				<verse number="28">خو کۀ زۀ دا پيريان د خُدائ پاک د روح په مدد شړم نو د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.</verse>
				<verse number="29">بيا څنګه يو سړے د يو زورَور سړى په کور ورتلے شى او د هغۀ مال حال لوټ کولے شى؟ ترڅو چې اول هغۀ دا زورَور سړے تړلے نۀ وى د هغۀ کور نۀ شى لوټ کولے.</verse>
				<verse number="30">څوک چې ما سره نۀ دے، هغه زما خلاف دے. څوک يې چې ما سره يو ځائ نۀ راټولوى نو هغه يې نولى.</verse>
				<verse number="31">نو ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې يوه ګناه او يو کُفر داسې نشته چې د بنى آدمو بخښلے نۀ شى، سېوا د هغه کُفر نه چې د روحُ القُدس په خلاف لګولے شوے وى.</verse>
				<verse number="32">هر څوک چې د اِبن آدم خلاف څۀ وائى هغه به وبخښلے شى، خو هر هغه څوک چې د روحُ القُدس په خلاف خبرې کوى هغه به نۀ په دې دُنيا کښې او نۀ په بله دُنيا کښې وبخښلے شى.</verse>
				<verse number="33">يا خو ونه او د هغې مېوه ښۀ وګڼئ او يا ونه او د هغې مېوه بده وګڼئ، ځکه چې تاسو ونه د هغې په مېوه پېژندلے شئ.</verse>
				<verse number="34">اے د مارانو بچو، ستاسو خبرې څنګه ښې کېدے شى چې په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.</verse>
				<verse number="35">ښۀ سړے د زړۀ د خزانې نه نېکى راوباسى او بد سړے چې د زړۀ خزانه يې بده وى هغه ترې بدى راوباسى.</verse>
				<verse number="36">زۀ تاسو ته دا وايم، هر څوک چې څۀ فضول خبرې هم کوى نو د قيامت په ورځ به ورسره د هغې حساب کيږى.</verse>
				<verse number="37">ځکه چې تاسو به په خپلو خبرو سره صادق يا ګناه ګار ثابت شئ.“</verse>
				<verse number="38">ځينې د شرعې عالمانو او فريسيانو ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ غواړُو چې تۀ مونږ ته د نښې په توګه معجزه وښائې.“</verse>
				<verse number="39">هغۀ ورته جواب ورکړو، ”دا يوه بدکاره او زناکاره پيړۍ ده چې نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ ته ورنۀ کړے شى.</verse>
				<verse number="40">نو لکه څنګه چې يُونس د کب په ګېډه کښې درې ورځې او درې شپې تېرې کړې نو دغه شان به اِبن آدم هم درې ورځې او درې شپې د زمکې په تَل کښې تېرې کړى.</verse>
				<verse number="41">د نينوه خلق به هم د دې زمانې د خلقو په خلاف د قيامت په ورځ ودريږى او دا پيړۍ به مجرمه ثابته کړى ځکه چې هغوئ د يُونس په بيان توبه ګار شوى وُو، او اوس څوک چې دلته دے، هغه د يُونس نه لوئ دے.</verse>
				<verse number="42">د جنوب مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل ګوټ نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.</verse>
				<verse number="43">هرکله چې د يو کس نه پيرے بهر شى نو هغه په صحراګانو سر شى چې آرام ومومى، خو وې نۀ مومى.</verse>
				<verse number="44">نو هغه بيا داسې ووائى چې زۀ به واپس هغه کور ته لاړ شم د کوم نه چې راوتلے يم. نو هغه چې واپس راشى نو هغه کور صرف جارُو کړے او د اوسېدو جوګه بيا مومى.</verse>
				<verse number="45">بيا هغه لاړ شى او نور اووۀ پيريان د ځان سره راولى چې د دۀ نه هم زيات خراب وى او هغوئ ټول راشى او په پيرى نيولى کس دېره شى، او د هغۀ اَنجام د پخوا نه هم لا خراب شى. نو دغه حال به هم د دې نافرمانه پيړۍ وى.“</verse>
				<verse number="46">عيسىٰ لا د خلقو سره په خبرو لګيا وو چې د هغۀ خپله مور او وروڼه بهر ولاړ وُو او غوښتل يې چې د هغۀ سره خبرې وکړى.</verse>
				<verse number="47">په دې کښې چا هغۀ ته ووئيل چې، ”ستا مور او وروڼه بهر ولاړ دى، هغوئ تا سره مِلاوېدل غواړى.“</verse>
				<verse number="48">عيسىٰ هغه سړى ته وفرمائيل چې، ”زما مور څوک ده؟ او زما وروڼه څوک دى؟“</verse>
				<verse number="49">نو بيا هغۀ خپلو مريدانو ته اِشاره وکړه او وې فرمائيل چې، ”زما مور او زما وروڼه دا دى.</verse>
				<verse number="50">ځکه هر هغه څوک چې زما د آسمانى پلار رضا کوى، هغه زما ورور، خور او مور ده.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">هم په دغه ورځ عيسىٰ د کور نه بهر شو او د درياب په غاړه کښېناستو.</verse>
				<verse number="2">او دومره ډېر خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې کشتۍ ته وختلو او هلته کښېناستو او ټول خلق ورته د درياب په غاړه ودرېدل.</verse>
				<verse number="3">هغۀ هغوئ ته ډيرې خبرې په مِثالونو کښې وکړې. هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”واورئ، يو زميندار د کروندې دپاره بهر لاړو.</verse>
				<verse number="4">نو چې کله هغۀ په خپل پټى کښې تخم نوستلو نو څۀ تخم ترې نه په لاره پرېوتو نو مارغان راغلل هغه يې وخوړو.</verse>
				<verse number="5">څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو چرته چې لږه شان خاوره وه او دا زر راوټوکېدلو خو چې هلته لاندې نوره خاوره نۀ وه.</verse>
				<verse number="6">خو چې نمر راوختلو نو هغه بوټى يې وسوزول او هغه اوچ شُو ځکه چې جرړې يې نۀ وې.</verse>
				<verse number="7">څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى لوئ شول او فصل يې لاندې کړو.</verse>
				<verse number="8">او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو او غله يې وکړه، ځينې يو په سل، ځينې يو په شپېتۀ او ځينې يو په دېرش.</verse>
				<verse number="9">کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى هغه دې واورى.“</verse>
				<verse number="10">مريدان عيسىٰ ته ورنزدې شول او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تۀ دوئ ته په مِثالونو کښې خبرې ولې کوې؟“</verse>
				<verse number="11">هغۀ جواب ورکړو، ”تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې.</verse>
				<verse number="12">ځکه چې د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى تر دې چې ورسره لا زيات شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.</verse>
				<verse number="13">ځکه زۀ هغوئ ته په مِثالونو کښې خبرې کوم، ځکه چې، ”هغوئ ګورى خو وينى نه، اورى خو پوهيږى نه.“</verse>
				<verse number="14">په هغوئ کښې د يشعياه نبى يوه پېشګوئې پوره کيږى چې وائى، ”تاسو به يې بيا بيا اورئ خو پوهېږئ به پرې نه، تاسو به يې په سترګو وينئ خو رسېږئ به پرې نه.</verse>
				<verse number="15">ځکه چې د دې اُمت زړونه سخت شوى دى، غوږونه يې کاڼۀ شوى او سترګې يې پټې شوې دى. ګنې د هغوئ سترګو خو به ليدل، د هغوئ غوږونو به اورېدل او د هغوئ زړونه به پوهېدل، او بيا به هغوئ واپس راګرځېدلى وے او ما به روغ کړى وے.“</verse>
				<verse number="16">خو ستاسو سترګې بختورې دى ځکه چې وينئ، او ستاسو غوږونه بختور دى ځکه چې اورئ.</verse>
				<verse number="17">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د ډېرو نبيانو او زبرګانو دا ارمان وو چې هغه څۀ ووينى څۀ چې تاسو وينئ خو هغوئ ونۀ ليدل، او هغه څۀ واورى چې تاسو يې اوس اورئ خو هغوئ وانۀ ورېدل.</verse>
				<verse number="18">نو بيا د زميندار مِثال واورئ.</verse>
				<verse number="19">کله چې يو کس د خُدائ پاک د بادشاهۍ کلام اورى خو پوهيږى پرې نه، نو شېطان راشى او هغه څۀ ترې هم وباسى څۀ چې د هغۀ په زړۀ کښې کَرلے شوى وى، دا هغه څۀ دى څۀ چې په لاره کَرلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="20">په کاڼيزه زمکه د کَرلے شوى تخم مِثال د هغه چا دے چې هر کله چې کلام واورى نو په خوشحالۍ سره يې سمدستى قبول کړى.</verse>
				<verse number="21">خو چې جرړې يې نۀ وى، نو د زغم طاقت په کښې د لږ وخت دپاره وى، نو بيا کله چې د کلام په وجه په هغوئ تکليف يا سختى راشى نو بيا سمدستى هغوئ تيندک وخورى.</verse>
				<verse number="22">په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو دُنيادارى او د دولت مينه په دۀ غالبه شى او کلام بې‌مېوې پاتې شى.</verse>
				<verse number="23">خو کوم تخم چې په زرخيزه زمکه پرېوځى د دې مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام اورى، پرې پوهه شى او يو په دېرش، يو په شپېتۀ او يو په سل مېوه راوړى.“</verse>
				<verse number="24">عيسىٰ يو بل مِثال هغوئ ته وړاندې کړو چې، ”د آسمان بادشاهى داسې ده چې يو سړے په خپل پټى کښې ښۀ تخم وکَرى.</verse>
				<verse number="25">او کله چې څوک اودۀ وى او دشمن يې راشى او په هغه زمکه ورته د غنمو سره جمدر هم وکَرى او لاړ شى.</verse>
				<verse number="26">هر کله چې فصل زرغون شى او وَږى وباسى نو جمدر په کښې ښکاره شى.</verse>
				<verse number="27">او د زميندار نوکران خپل مالِک له لاړ شى او ورته وائى، نېکه، په کوم پټى کښې چې تاسو ښۀ تخم کَرلے وو هغه خو اوس د جمدرو نه ډک دے.</verse>
				<verse number="28">هغه په جواب کښې وائى چې دا د دشمن کارونه دى. بيا هغوئ ووائى چې، مونږ لاړ شُو او دغه جمدر ترې وکاږو؟</verse>
				<verse number="29">هغۀ جواب ورکړو چې، نه، کله چې تاسو جمدر وکاږئ هسې نه چې غنم هم ورسره وکاږئ.</verse>
				<verse number="30">پرېږدئ چې دواړه يو ځائ پاخۀ شى، نو د لَو په وخت به زۀ لَوګرو ته ووايم چې اول جمدر وريبئ او د سوزولو دپاره يې ګېډۍ کړئ، پس له هغې نه غنم وريبئ او زما درمند ته يې راوړئ.“</verse>
				<verse number="31">او يو بل مِثال عيسىٰ هغوئ ته وړاندې کړو چې، ”د آسمان د بادشاهۍ مِثال د شړشمو د هغه تخم په شان دے کوم چې يو سړى راواخستو او په خپل پټى کښې يې وکَرلو.</verse>
				<verse number="32">دا تخم اګر چې د ټولو تخمونو نه ورکوټے وى خو کله چې دا لوئ شى نو دا د باغ د هرې بلې کروندې نه لوئ شى، او داسې بوټے شى چې د هوا مارغان راځى او د هغې په څانګو کښېنى.“</verse>
				<verse number="33">عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چې، ”د آسمان بادشاهى د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شوې.“</verse>
				<verse number="34">عيسىٰ هغه خلقو ته دا ټولې خبرې په مِثالونو کښې وکړې او رښتيا خو دا دى چې يوه خبره يې هم بې‌مثاله ونۀ کړه.</verse>
				<verse number="35">دا د نبى د پېشګويۍ تصديق وو چې، ”زۀ به د خبرو شروع په مِثالونو سره وکړم، او هغه خبرې به څرګندې کړم چې د دُنيا د پېدايښت راسې پټې ساتلے شوې دى.“</verse>
				<verse number="36">هغۀ بيا خلق رُخصت کړل او کور ته ورننوتو او مريدان ورله راغلل او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ په پټى کښې د جمدر په مِثال پوهه کړه.“</verse>
				<verse number="37">هغۀ په جواب کښې وفرمائيل چې، ”اِبن آدم زميندار دے څوک چې ښۀ تخم کَرى،</verse>
				<verse number="38">پټے دا دُنيا ده، ښۀ تخم د بادشاهۍ اولاد دے او جمدر د شېطان اولاد دے.</verse>
				<verse number="39">او هغه دشمن چا چې جمدر کَرلى دى هغه اِبليس دے، لو د قيامت ورځ ده او لَوګرى فرښتې دى.</verse>
				<verse number="40">لکه څنګه چې جمدر په آخره کښې راټولولے شى او په اور کښې سوزولے کيږى،</verse>
				<verse number="41">دغه شان په آخره کښې به اِبن آدم خپلې فرښتې ولېږى او د هغۀ د بادشاهۍ نه به هر هغه څيز راغونډ کړى چې سړے پرې تيندک خورى او هغه ټول خلق چې بې‌شرعې کارونه کوى</verse>
				<verse number="42">دوئ به د اور بټۍ ته وغورزوى يعنې هغه ځائ ته چرته به چې ژړا او د غاښونو چيچل وى.</verse>
				<verse number="43">او بيا به صادقان د خپل پلار په بادشاهۍ کښې لکه د نمر ځليږى. څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى.</verse>
				<verse number="44">د آسمان بادشاهى د هغه خزانې په مِثال ده چې په پټى کښې پټه وى. کوم سړى چې دا وموندله نو بيا يې ښخه کړه او په خوشحالۍ يې خپل هر څۀ خرڅ کړل او هغه پټے يې پرې واخستو.</verse>
				<verse number="45">د آسمان د بادشاهۍ دا يو بل مِثال دے چې يو سوداګر د ښو ملغلرو په تلاش کښې وو.</verse>
				<verse number="46">هغۀ يوه ډېره غوره ملغلره وموندله او د هغې د حاصلولو دپاره يې خپل هر څۀ خرڅ کړل او هغه يې واخسته.</verse>
				<verse number="47">بيا د آسمان بادشاهى د هغه جال په شان ده چې سمندر ته واچولے شو او په کښې رنګارنګ ماهيان راګېر شُو.</verse>
				<verse number="48">هر کله چې ډک شو نو غاړې ته يې راښکلو، نو بيا سړى ورته کښېناستل او ښۀ ماهيان يې ترې نه جدا کړل او په ټوکرو کښې يې واچول او خراب يې ترې وغورزول.</verse>
				<verse number="49">دغسې به د قيامت ورځ وى، فرښتې به ورشى او نېکان به د بدکارانو نه راجدا کړى،</verse>
				<verse number="50">او بدکاران به د اور بټۍ ته وغورزوى، يعنې هغه ځائ ته چرته به چې ژړا او د غاښونو چيچل وى.“</verse>
				<verse number="51">عيسىٰ ورنه تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې ټولو خبرو ورسېدئ؟“ او هغوئ دا جواب ورکړو چې، ”آو.“</verse>
				<verse number="52">بيا هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”هرکله چې د آسمان په بادشاهۍ کښې يو اُستاذ زده کړې ته کښېناستو نو هغه د کور د مالِک په مِثال دے، څوک چې د خپل ګودام نه زاړۀ او نوى څيزونه راوباسى.“</verse>
				<verse number="53">څۀ وخت چې عيسىٰ د مِثالونو بيان ختم کړو نو هغه د هغه ځائ نه روان شو،</verse>
				<verse number="54">او خپل ښار ته راغلو چرته چې هغۀ خلقو ته د هغوئ په عبادتخانو کښې تعليم ورکولو. نو هغوئ حېران شول او تپوس يې ترې وکړو چې، ”دا حکمت او د معجزو طاقت يې له کومه ځايه حاصل کړے دے؟</verse>
				<verse number="55">ولې دے د ترکاڼ زوئ نۀ دے؟ ولې د دۀ مور مريم نۀ ده او د دۀ وروڼه يعقوب، يوسف، شمعون او يهوداه نۀ دى څۀ؟</verse>
				<verse number="56">او ولې د دۀ ټولې خوېندې دلته زمونږ سره نۀ دى څۀ؟ نو بيا دا حکمت دۀ چرته زده کړے دے؟“</verse>
				<verse number="57">دغه شان هغوئ هغه رد کړو. خو عيسىٰ په دې وينا مجبور شو چې، ”د نبى په هر ځائ کښې عزت وى بغېر د خپل ښار او د خپلو خپلوانو او د خپل خاندان نه.“</verse>
				<verse number="58">هغۀ هلته زياتې معجزې ښکاره نۀ کړې ځکه چې د هغوئ ايمان نۀ وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">هم په دغه ورځو کښې هيروديس چې د ګليل ګورنر وو، کله چې د عيسىٰ د کارونو نه خبر شو،</verse>
				<verse number="2">نو هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل چې، ”بې‌شکه چې دا بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے. هغه د مړو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“</verse>
				<verse number="3">ځکه هيروديس د خپل ورور فيليپوس د ښځې هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، په زنځير يې تړلے وو او په قېدخانه کښې يې اچولے وو،</verse>
				<verse number="4">په دې وجه چې يحيىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د دې سره نِکاح کول په تا حرام دى.“</verse>
				<verse number="5">هيروديس به هغه مړ کړے وو خو د خلقو نه يرېدلو ځکه چې خلقو هغه نبى ګڼلو.</verse>
				<verse number="6">خو د هيروديس د سالګرې په ورځ د هيرودياس لور د مېلمنو په وړاندې داسې وګډېدله او هيروديس دومره زيات خوشحاله شو</verse>
				<verse number="7">چې هغۀ قسم وخوړو چې، ”هر څۀ چې تۀ غواړې، زۀ به يې درکړم.“</verse>
				<verse number="8">د مور په وينا هغې ووئيل چې، ”ما له دلته د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر په تالى کښې راوړه.“</verse>
				<verse number="9">بادشاه چې دا واورېدل نو غمژن شو، خو د خپلو قسمونو او مېلمنو په وجه هغۀ دا حُکم وکړو چې دا خواست دې پوره کړے شى.</verse>
				<verse number="10">او د يحيىٰ د سر پرې کولو حکم يې وکړو.</verse>
				<verse number="11">نو د هغۀ سر يې په تالى کښې ورله راوړو او جينۍ له يې ورکړو او هغې خپلې مور له يوړو.</verse>
				<verse number="12">بيا د يحيىٰ مريدان راغلل او د هغۀ لاش يې واخستو او ښخ يې کړو. او هغوئ لاړل او عيسىٰ ته يې حال ووې.</verse>
				<verse number="13">کله چې عيسىٰ دا خبر واورېدو نو په يوه کِشتۍ کښې هغه د هغه ځايه يو خوشى بيابان ته لاړو چې يواځې وى. خو خلق خبر شُو او په دۀ پسې د ښارونو نه پياده روان شُو.</verse>
				<verse number="14">هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده، زړۀ يې پرې وسوزېدو او چې په کښې څوک بيماران وُو هغه يې روغ کړل.</verse>
				<verse number="15">کله چې ماښام شو د هغۀ مريدان هغۀ له ورغلل او وې وئيل چې، ”دا خوشے بيابان دے او ناوخته دے، خلق کلو ته رُخصت کړه چې لاړ شى چې خپل ځان له د خوراک څۀ څيزونه واخلى.“</verse>
				<verse number="16">خو عيسىٰ جواب ورکړو، ”د دوئ د تلو حاجت نشته، تاسو د ځانه دوئ ته د خوراک څۀ ورکړئ.“</verse>
				<verse number="17">هغوئ ووئيل چې، ”مونږ سره دلته نور څۀ نشته خو پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى.“</verse>
				<verse number="18">هغۀ وفرمائيل، ”دا ما له راوړئ.“</verse>
				<verse number="19">بيا هغۀ خلقو ته حکم ورکړو چې په کبل پېنډه جوړه کړئ. بيا هغۀ دا پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل، آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو او روټۍ يې ماتې کړې او هغه يې مريدانو له ورکړې او مريدانو هغه په خلقو تقسيم کړې.</verse>
				<verse number="20">هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو او هغوئ چې پاتې شوې ټوکړې راټولې کړې نو دولس ټوکرۍ ترې ډکې شوې.</verse>
				<verse number="21">نو خوا او شا پينځۀ زره سړو دغه روټۍ خوړلې وه چې ښځې او ماشومان په کښې شمار نۀ وُو.</verse>
				<verse number="22">بيا سمدستى عيسىٰ خپل مريدان کِشتۍ ته وخېژول چې د هغوئ نه وړاندې د درياب پورې غاړې ته لاړ شى او د خلقو ګڼه يې خوره کړه.</verse>
				<verse number="23">او چې خلق يې رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته لاړو چې يواځې دُعا وکړى او کله چې ماښام ناوخته شو، هغه هلته يواځې وو.</verse>
				<verse number="24">په هم هغه وخت کښې مريدانو ته د وچې نه ډېر وړاندې په اوبو کښې تکليف جوړ شو ځکه چې کشتۍ د سختو چپو او د مخالف هوا په وجه په درياب کښې په چورليدو وه.</verse>
				<verse number="25">عيسىٰ په شپه کښې د سحر کېدو نه لږ وړاندې د اوبو دپاسه روان وو او د مريدانو خوا ته راغلو.</verse>
				<verse number="26">هر کله چې مريدانو هغه د اوبو دپاسه روان وليدو نو هغوئ ويرېدل، او چغې يې کړې، ”دا خو پيرے دے.“</verse>
				<verse number="27">عيسىٰ ورته سمدستى وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ. دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.“</verse>
				<verse number="28">پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، کۀ چرې دا تۀ يې نو ما ته حُکم راکړه چې زۀ هم د اوبو دپاسه درشم.“</verse>
				<verse number="29">عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”راځه.“ بيا پطروس د کِشتۍ نه کوز شو او د اوبو دپاسه د عيسىٰ خوا ته ورروان شو.</verse>
				<verse number="30">خو هر کله چې هغۀ د طوفان زور وليدلو نو هغه وويرېدو، او چې ډوبېدو نو چغې يې کړې چې، ”مالِکه، ما بچ کړه.“</verse>
				<verse number="31">عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراوږد کړو او هغه يې د لاسه ونيوو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا عقيده څومره کمزورې ده. شک دې ولې وکړو؟“</verse>
				<verse number="32">هغوئ چې کله په کِشتۍ کښې سوارۀ شول بيا طوفان ودرېدلو.</verse>
				<verse number="33">نو په کشتۍ کښې ناست مريدان ورته په سجده شول او وې وئيل، ”بې‌شکه، چې تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“</verse>
				<verse number="34">کله چې هغوئ پورې غاړې ته ورسېدل نو هغوئ د ګِنيسرت علاقې ته راغلل.</verse>
				<verse number="35">د هغه ځائ خلقو عيسىٰ وپېژندو او ګېرچاپېره خلق يې خبر کړل او ټول بيماران يې ورله راوستل.</verse>
				<verse number="36">او هغۀ ته يې مِنت وکړو چې دوئ ته دومره اجازت ورکړه چې ستا لمنې له لاس وروړى، او هر چا چې لاس وروړو، هغوئ بلکل روغ رمټ شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">بيا د فريسيانو او د شرعې د عالمانو يوه ډله د يروشلم نه عيسىٰ له راغله او دا تپوس يې ترې وکړو چې،</verse>
				<verse number="2">”ستا مريدان ولې پخوانى رسمونه ماتوى او دوئ له چې څنګه د روټۍ نه وړاندې لاسونه وينځل په کار دى، نۀ وينځى؟“</verse>
				<verse number="3">هغۀ ورته په جواب کښې وفرمائيل چې، ”دا تاسو څۀ کوئ چې د خپلو رواياتو د خاطره د خُدائ پاک حکم ماتوئ؟</verse>
				<verse number="4">ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د خپل مور او پلار عزت کوئ، او هر څوک چې خپل مور يا پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.</verse>
				<verse number="5">خو تاسو خلقو ته دا تعليم ورکوئ چې دا ټيک خبره ده چې کۀ څوک خپل مور او پلار ته دا ووائى چې، ”ستا چې څۀ په کار وُو هغه ما د خُدائ پاک په نامه ورکړل، مطلب دا چې ما د خُدائ پاک په نامه ورکړل،“</verse>
				<verse number="6">نو هغه نور د مور او پلار د حق نه مجبور نۀ دے. نو دغه شان تاسو د خپلو رواياتو په وجه د خُدائ پاک حُکمونه منسوخ کوئ.</verse>
				<verse number="7">اے مُنافقانو، يشعياه نبى ستاسو په حقله په رښتيا سره دا پېشګوئې کړې وه، کله چې هغۀ وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="8">دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى.</verse>
				<verse number="9">دوئ بې‌فائدې زما عبادت کوى، ځکه چې دوئ خلقو ته د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.“</verse>
				<verse number="10">بيا هغۀ خلقو ته آواز وکړو او وې فرمائيل چې، ”زما خبره واورئ او ځان پرې پوهه کړئ.</verse>
				<verse number="11">څۀ چې په خولۀ دننه کيږى په هغې يو کس نۀ پليتيږى، خو په هره هغه خبره پليتيږى څۀ چې د هغۀ د خولې نه راوځى.“</verse>
				<verse number="12">بيا مريدان عيسىٰ له راغلل او وې وئيل چې، ”تۀ خبر يې چې فريسيانو ستا دا خبرې بدې ګڼلى دى؟“</verse>
				<verse number="13">هغۀ جواب ورکړو چې، ”هر يو بوټے چې زما آسمانى پلار لګولے نۀ وى هغه به د بېخه وويستلے شى.</verse>
				<verse number="14">د دوئ پرواه مۀ کوئ. دا ړاندۀ لارښودونکى دى، نو کۀ چرې يو ړوند بل ړوند ته لارښودنه کوى نو دواړه به په کنده کښې وغورزيږى.“</verse>
				<verse number="15">بيا پطروس ووئيل چې، ”مونږ ته دا مِثال تشريح کړه.“</verse>
				<verse number="16">عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې تاسو هم لا تر اوسه د نورو په شان ناپوهه يئ؟</verse>
				<verse number="17">ولې تاسو دا نۀ وينئ چې کوم څيز چې په خولۀ دننه شى، خېټې ته لاړ شى او بيا هغه د بدن نه بهر وځى؟</verse>
				<verse number="18">خو چې څۀ په خولې وئيلے شى هغه د زړۀ نه راوځى او دغه خبرې دى چې انسان پليتوى.</verse>
				<verse number="19">ځکه چې ټول وران خيالونه، لکه قتل، زنا، حرامکارى، غلا، د دروغو ګواهى او غېبت د زړۀ نه راوځى.</verse>
				<verse number="20">او دا هغه کارونه دى چې انسان پليتوى، خو په ناوينځلو لاسونو باندې په خوراک کولو، انسان نۀ پليتيږى.“</verse>
				<verse number="21">بيا عيسىٰ هغه ځائ پرېښودو او د صور او د صيدا علاقې ته راغلو</verse>
				<verse number="22">او د هغې علاقې يوه کنعانى ښځه بهر راووتله او په چغه يې ووئيل، ”اے مالِکه، په ما رحم وکړه. اے د داؤد زويه، زما لور پيريانو سخته نيولې ده.“</verse>
				<verse number="23">خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. د هغۀ مريدان راغلل او زارى يې وکړه چې، ”دا ښځه لرې کړه ځکه چې په مونږ پسې بې‌واره چغې وهى.“</verse>
				<verse number="24">عيسىٰ جواب ورکړو ”زۀ صرف د بنى اِسرائيل د خاندان د ورکو شوو ګډو دپاره رالېږلے شوے يم.“</verse>
				<verse number="25">خو هغه ښځه راغله، د دۀ په پښو پرېوته او چغې يې کړې، ”مالِکه، زما مدد وکړه.“</verse>
				<verse number="26">عيسىٰ په جواب کښې وفرمائيل، ”دا مناسب نۀ دى چې د ماشومانو برخه روټۍ دې څوک واخلى او سپو ته دې واچوى.“</verse>
				<verse number="27">هغې جواب ورکړو چې، ”آو مالِکه، خو بيا سپى هم هغه ټوکړې خورى کومې چې د مالِکانو د دسترخوان نه وغورزيږى.“</verse>
				<verse number="28">نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ څومره د لوئ ايمان لرونکې ښځه يې، نو څنګه چې تۀ غواړې، هغه شان دې وشى.“ او هم په هغه ساعت د هغې لور جوړه شوه.</verse>
				<verse number="29">کله چې عيسىٰ د دغه ځايه د ګليل درياب په غاړه روان شو نو هغه بيا غرۀ ته بره لاړو او هلته کښېناستو.</verse>
				<verse number="30">نو ډېر خلق ورله راغلل چې ورسره ګوډيان، ړاندۀ، شليان، ګونګيان، او نور ډېر بيماران وُو. او هغوئ هغه خلق د عيسىٰ پښو ته څملول او هغۀ هغوئ روغ کړل.</verse>
				<verse number="31">هغه خلق په دې ډېر حېران شول چې چاړاګانو خبرې وکړلې، مات ګوډ خلق روغ شول او ګرځېدل او ړاندۀ بينا شول او ټولو په دې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک لوئى بيان کړه.</verse>
				<verse number="32">عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بې‌هوشه شى.“</verse>
				<verse number="33">مريدانو جواب ورکړو چې، ”په دې خوشى بيابان کښې به دومره خلقو له مونږ روټۍ د کومه راوړو؟“</verse>
				<verse number="34">عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو سره څو روټۍ دى؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”اووۀ روټۍ او يو څو واړۀ کبان.“</verse>
				<verse number="35">نو عيسىٰ خلقو ته وفرمائيل چې په زمکه کښېنئ.</verse>
				<verse number="36">نو هغه اووۀ روټۍ او کبان يې راواخستل، او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو، روټۍ او کبان يې ټوکړې کړل او مريدانو له يې ورکړل، او مريدانو په خلقو وويشل.</verse>
				<verse number="37">ټولو ځانونه ښۀ ماړۀ کړل. او چې څۀ ټوکړې ترې پاتې شوې نو هغه يې راټولې کړلې. هغه دومره وې چې اووۀ غټې ټوکرۍ ترې ډکې شوې.</verse>
				<verse number="38">د بچو او ښځو نه علاوه څلورو زرو کسانو هغه روټۍ وخوړه.</verse>
				<verse number="39">هغۀ بيا خلق رُخصت کړل، کِشتۍ ته وختلو او د مګدن علاقې ته لاړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">فريسيان او صدوقيان عيسىٰ له راغلل او د آزمېښت په توګه يې ورته وفرمائيل چې، ”مونږ ته يوه آسمانى معجزه وښايه.“</verse>
				<verse number="2">هغۀ جواب ورکړو چې، ”تاسو په ماښام کښې وايئ چې موسم به ښۀ شى ځکه چې آسمان سور دے،</verse>
				<verse number="3">او د سحر په وخت وايئ چې نن به سيلۍ راشى ځکه چې آسمان سور او دوند دے. تاسو د آسمان د مخ تعبير کولے شئ خو د زمانو په نښو نۀ پوهېږئ.</verse>
				<verse number="4">دا يوه بدکاره او زناکاره پيړۍ ده چې نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ ته ورنۀ کړے شى.“ نو بيا هغه ترې روان شو او هغوئ يې پرېښودل.</verse>
				<verse number="5">خو کله چې هغوئ بلې غاړې ته واوړېدل نو بيا مريدانو ته دا پته ولګېده چې روټۍ ورنه د ياده وتلې ده.</verse>
				<verse number="6">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د فريسيانو او د صدوقيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ.“</verse>
				<verse number="7">هغوئ په خپلو کښې يو بل ته ووئيل چې، ”دا ځکه چې مونږ روټۍ نۀ ده راوړې.“</verse>
				<verse number="8">عيسىٰ په دې خبر شو چې هغوئ د څۀ په حقله خبرې کوى، نو د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”اے بې‌ايمانه خلقو، دا تاسو داسې خبرې ولې کوئ چې ګنې روټۍ درسره نشته؟</verse>
				<verse number="9">تاسو لا تر اوسه نۀ پوهېږئ؟ ولې تاسو ته هغه پينځۀ روټۍ د پينځۀ زره کسانو دپاره يادې نۀ دى، او تاسو څومره ټوکرۍ ترې اوچتې کړې وې؟</verse>
				<verse number="10">بيا هغه اووۀ روټۍ د څلورو زرو کسانو دپاره، او څومره غټې ټوکرۍ تاسو ته پاتې شوې وې؟</verse>
				<verse number="11">تاسو څنګه په دې خبره پوهه نۀ شوئ چې ما خو د روټۍ ذکر نۀ کولو؟ ما درته فرمائيلى وُو چې د فريسيانو او صدوقيانو د خمبيرې نه به ځان ساتئ.“</verse>
				<verse number="12">بيا هغوئ په دې مطلب پوهه شول چې د روټۍ او د خمبيرې نه ځان ساتل نۀ دى، خو د فريسيانو او صدوقيانو د تعليم نه ځان ساتل دى.</verse>
				<verse number="13">خو کله چې هغوئ د قيصريه فيليپى علاقې ته راغلل نو عيسىٰ د خپلو مريدانو نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې اِبن آدم څوک دے؟“</verse>
				<verse number="14">هغوئ جواب ورکړو، ”ځينې وائى چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے، څۀ دې الياس ګڼى، او څۀ نور دې اوس هم يرمياه يا د نبيانو نه يو ګڼى.“</verse>
				<verse number="15">هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ وايئ، چې زۀ څوک يم؟“</verse>
				<verse number="16">شمعون پطروس جواب ورکړو، ”تۀ مسيح د ژوندى خُدائ پاک زوئ يې.“</verse>
				<verse number="17">بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”اے د يوحنا زويه شمعونه، تۀ بې‌شکه بختور يې. تا دا خبره د فانى انسان نه نۀ ده زده کړې بلکې زما آسمانى پلار دا ستا په زړۀ کښې اچولې ده.</verse>
				<verse number="18">خو زۀ تا ته دا وايم چې تۀ پطروس يې، چې معنىٰ يې ګټ دے، چې زۀ به خپل جماعت په دې ګټ آبادوم، او په دې به مرګ هم هيڅکله غالبېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="19">زۀ به تا له د آسمان د بادشاهۍ چابيانې درکړم، تۀ چې په زمکه څۀ منع کړې هغه به په آسمان کښې هم منع شى، او څۀ چې تۀ په زمکه روا کړې هغه به په آسمان کښې هم روا شى.“</verse>
				<verse number="20">بيا هغۀ مريدان په سختۍ سره منع کړل چې، ”هيچا ته مۀ وايئ چې هغه مسيح دے.“</verse>
				<verse number="21">د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“</verse>
				<verse number="22">بيا پطروس هغه د لاس نه ونيوو او يوې خوا ته يې ورته ووئيل چې، ”خُدائ دې نۀ کړى مالِکه، په تا دې داسې هيڅکله هم ونۀ شى.“</verse>
				<verse number="23">بيا عيسىٰ مخ ورواړولو او پطروس ته يې وفرمائيل، ”رانه لرې شه شېطانه، تۀ زما د لارې خنډ يې، تۀ د بنى آدمو په شان سوچ کوې، نه چې د خُدائ پاک په شان.“</verse>
				<verse number="24">بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”کۀ څوک زما مريد جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.</verse>
				<verse number="25">څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، هغه به يې حاصل کړى.</verse>
				<verse number="26">کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده ورکړه؟ او د خپل ژوند په بدله کښې هغه څۀ ورکولے شى؟</verse>
				<verse number="27">ځکه چې اِبن آدم به د خپل پلار په لويئ کښې د خپلو فرښتو سره راځى او بيا به هغه هر چا ته د خپل عمل بدله ورکوى.</verse>
				<verse number="28">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې تر هغې به نۀ مرى ترڅو چې هغوئ اِبن آدم خپلې بادشاهۍ ته په راتلو ونۀ وينى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا يو اوچت غرۀ ته وخېژول.</verse>
				<verse number="2">او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو او د هغۀ مخ لکه د نمر وځلېدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې.</verse>
				<verse number="3">نو ناګهانه هغوئ ته موسىٰ او الياس ښکاره شُو چې د هغۀ سره يې خبرې کولې.</verse>
				<verse number="4">نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل ښۀ دى. کۀ تۀ غواړې نو زۀ به دلته درې جونګړې، يوه ستا دپاره، يوه موسىٰ دپاره او يوه الياس دپاره جوړه کړم.“</verse>
				<verse number="5">هغۀ لا دا خبرې کولې چې ناګهانه يوه پړقېدونکې وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه آواز وفرمائيل، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم. د هغۀ خبرې واورئ.“</verse>
				<verse number="6">د دې آواز په اورېدو مريدان د يرې نه پړمخې پرېوتل.</verse>
				<verse number="7">خو بيا عيسىٰ هغوئ له ورغلو، په هغوئ يې لاس ولګولو او ورته يې وفرمائيل، ”پاڅئ، مۀ يرېږئ.“</verse>
				<verse number="8">او کله چې هغوئ بره نظر واچولو نو څوک يې هم ونۀ ليدل خو صرف عيسىٰ د هغوئ سره ولاړ وو.</verse>
				<verse number="9">نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”د دې رويا په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“</verse>
				<verse number="10">نو مريدانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”بيا زمونږ د شرعې عالمان داسې ولې وائى چې الياس به ضرور وړومبے راځى؟“</verse>
				<verse number="11">هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”آو، الياس به راځى او هر څۀ به سموى.</verse>
				<verse number="12">خو زۀ تاسو ته وايم چې الياس خو راغلے دے، خو هغوئ نۀ دے پېژندلے او څۀ چې دوئ غوښتل ورسره يې وکړل. او دغه شان به اِبن آدم هم د هغوئ د لاسه ودرديږى.“</verse>
				<verse number="13">بيا مريدان پوهه شول چې هغه د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ په باب کښې فرمائى.</verse>
				<verse number="14">کله چې هغوئ خلقو ته واپس راغلل نو يو سړے عيسىٰ له راغلو، د هغۀ په وړاندې په ګوډو شو</verse>
				<verse number="15">او وې وئيل، ”مالِکه، زما په زوئ رحم وکړه. په هغۀ مِرګى راځى او ډېر يې زوروى کله يې په اور او کله يې په اوبو کښې غورزوى.</verse>
				<verse number="16">ما هغه ستا مريدانو له راوستو خو هغوئ روغ نۀ کړے شو.“</verse>
				<verse number="17">عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بې‌ايمانه او بدکاره پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ هغه ما له دلته راولئ.“</verse>
				<verse number="18">بيا عيسىٰ هغه پيرے ورټلو نو هغه يې پرېښودو او سمدستى هغه هلک روغ شو.</verse>
				<verse number="19">د دې نه پس مريدان عيسىٰ له يواځې راغلل او تپوس يې وکړو چې، ”دا مونږ ولې نۀ شُو شړلے؟“</verse>
				<verse number="20">هغۀ جواب ورکړو چې، ”ځکه ستاسو ايمان ډېر کمزورے دے. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه، نو هغه به روان شى. او هيڅ کار به ستاسو دپاره ناممکن نۀ وى.“</verse>
				<verse number="21"></verse>
				<verse number="22">کله چې هغوئ په ګليل کښې يو ځائ وُو نو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى.</verse>
				<verse number="23">هغوئ به دے قتل کړى، په درېمه ورځ به هغه بيا راژوندے شى.“ نو په دې اورېدو هغوئ ډېر غمژن شول.</verse>
				<verse number="24">کله چې دوئ کفرنحُوم ته راغلل نو د خُدائ د کور خزانچى پطروس له راغلو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”ولې ستا اُستاذ د خُدائ د کور محصُول ورکوى څۀ؟“</verse>
				<verse number="25">پطروس ورته ووئيل چې، ”هغه يې ورکوى.“ خو کله چې پطروس دننه لاړو نو عيسىٰ د هغۀ د وينا نه وړاندې وفرمائيل چې، ”اے شمعونه، تۀ په دې باره کښې څۀ وائې چې د دُنيا بادشاهان د چا نه محصُول او ماليه اخلى، د خپلو خلقو نه کۀ د پردو نه؟“</verse>
				<verse number="26">پطروس جواب ورکړو چې، ”د پردو نه.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”نو بيا خو د دوئ خپل خلق معاف دى.</verse>
				<verse number="27">خو هرکله چې مونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، د درياب په اوبو کښې کُنډه واچوه او کوم کب چې تۀ اول ونيسې، د هغۀ خولۀ کولاو کړه، نو تۀ به په کښې يوه د سپينو زرو سيکه ومومې. هغه يوسه او ور يې کړه، دا به زما او ستا دواړو محصُول پوره کړى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">په هغه وخت مريدان عيسىٰ له راغلل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”د آسمان په بادشاهۍ کښې د ټولو نه لوئ څوک دے؟“</verse>
				<verse number="2">هغۀ يو ماشوم راوبللو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو.</verse>
				<verse number="3">او ورته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم ترڅو چې تاسو خپل ځان بدل نۀ کړئ او د ماشومانو په شان نۀ شئ نو تاسو به هيڅکله هم په آسمانى بادشاهۍ کښې داخل نۀ شئ.</verse>
				<verse number="4">هر هغه څوک چې ځان د دې ماشوم په شان عاجز کړى نو هغه به په آسمانى بادشاهۍ کښې د ټولو نه لوئ وى.</verse>
				<verse number="5">او څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى.</verse>
				<verse number="6">خو هر هغه څوک چې په دې وړو ماشومانو کښې چې په ما يې ايمان راوړے دے، يو ته تيندک ورکوى، نو د هغۀ دپاره دا بهتره ده چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په سمندر کښې ډوب شى.</verse>
				<verse number="7">په دُنيا دې افسوس وى چې انسان د دې څيزونو په وجه ګناه کوى. دا څيزونه به ضرور راځى خو افسوس په هغۀ د چا د لاسه چې به پېښږى.</verse>
				<verse number="8">کۀ چرې ستا لاس يا پښه تا له تيندک درکوى، نو ځان نه يې پرې کړه او ګزار يې کړه ستا دپاره به دا ښۀ وى چې تۀ په ابدى ژوندون کښې شل ګوډ ننوځې، په ځائ د دې چې تۀ په دواړو لاسو پښو سم يې او ابدى اور ته واچولے شې.</verse>
				<verse number="9">او کۀ ستا سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه او وې غورزوه. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې په يوې سترګې سره په ابدى ژوندون کښې داخل شې، په ځائ د دې چې په دواړو سترګو روغ يې او د دوزخ اور ته وغورزولے شې.</verse>
				<verse number="10">خبردار، په دې وړو کښې يو ته هم سپک مۀ ګورئ. زۀ تاسو ته دا وايم چې د دوئ فرښتې په آسمان کښې هر وخت زما د آسمانى پلار په حضور کښې موجودې وى.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره راغلے دے چې ورک شوو ته خلاصون ورکړى.</verse>
				<verse number="12">ستاسو څۀ خيال دے؟ فرض کړئ چې د يو سړى سل ګډې دى. کۀ په هغې کښې يوه بې‌لارې شى، ولې هغه به دا نورې يو کم سل د هغې يوې د لټولو دپاره د غرۀ په خوا کښې پرې نۀ ږدى؟</verse>
				<verse number="13">او چې کله هغه دا بيا مومى نو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د هغې په موندلو به هغه د دې نورو يو کم سلو نه چې بې‌لارې شوې نۀ دى، زيات خوشحاله شى.</verse>
				<verse number="14">هم دغه شان ستاسو د آسمانى پلار دا رضا نۀ ده چې د دې ماشومانو نه دې يو هم هلاک شى.</verse>
				<verse number="15">کۀ چرې ستاسو يو ورور ستاسو خلاف څۀ ګناه وکړى نو لاړ شئ او هغه په پرده کښې په دې ملامته کړئ او کۀ هغه تاسو ته غوږ کېږدى نو تاسو خپل ورور دوباره وموندلو.</verse>
				<verse number="16">خو کۀ هغه ستاسو خبره وانۀ ورى نو بيا يو يا دوه کسان نور د ځان سره ملګرى کړئ د دې دپاره چې هره خبره د دوو يا د درېو ګواهانو په وړاندې ثابته کړے شى.</verse>
				<verse number="17">کۀ هغه د هغوئ هم وانۀ ورى نو دا خبره جماعت ته وړاندې کړئ او کۀ چرې هغه د جماعت خبره هم ونۀ منى نو بيا د هغۀ سره داسې سلوک وکړئ لکه چې د يو غېر يهودى، يا محصولچى سره کولے شى.</verse>
				<verse number="18">زۀ تاسو ته دا وايم، هر څۀ چې تاسو په زمکه منع کړئ هغه به په آسمان کښې هم منع شى او څۀ چې تاسو په زمکه روا کړئ هغه به په آسمان کښې هم روا شى.</verse>
				<verse number="19">زۀ تاسو ته بيا دا وايم، کۀ چرې په تاسو کښې دوه کسان په يوه خبره متفِق شى هغوئ چې څۀ سوال وکړى نو زما آسمانى پلار به هغه ورکړى.</verse>
				<verse number="20">نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“</verse>
				<verse number="21">بيا پطروس عيسىٰ له راغلو او تپوس يې وکړو، ”مالِکه، کۀ زما ورور زما خلاف څۀ بد کوى نو زۀ به يې څو ځله معاف کوم؟ تر اووۀ ځلو پورې څۀ؟“</verse>
				<verse number="22">عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ دا نۀ وايم چې اووۀ ځله، زۀ دا وايم چې اويا وارې اووۀ ځله،</verse>
				<verse number="23">نو په دې وجه د آسمان بادشاهى لکه د هغه بادشاه په شان ده چې يو ځلې يې د خپلو نوکرانو سره حساب شروع کړو،</verse>
				<verse number="24">نو په اول سر کښې يو سړے داسې پېښ شو چې د هغۀ قرضه په لکونو کښې وه،</verse>
				<verse number="25">خو د هغۀ سره هيڅ هم نۀ وُو. نو د هغۀ مالِک دا حکم وکړو چې هغه دې سره د ښځې، اولاد او هر څۀ مال حال چې لرى خرڅ کړے شى او قرض دې ترې پوره کړے شى.</verse>
				<verse number="26">سړے د خپل مالِک په پښو پرېوتو او وې وئيل چې ما ته صبر وکړه، زۀ به ستا ټول قرض خلاص کړم.</verse>
				<verse number="27">نو د هغۀ د مالِک په زړۀ کښې هغۀ ته رحم راغلو هغۀ هغه آزاد کړو او قرض يې ورته وبخښلو.</verse>
				<verse number="28">خو هر کله چې دا نوکر بهر راووتو نو د خپلو ملګرو نوکرانو نه يو نوکر ورسره مِلاو شو په چا چې د دۀ سل ديناره قرض وُو. هغه يې راونيوو، او په مرۍ ورته غلے شو او ورته يې ووئيل چې زما قرض ما ته واپس کړه.</verse>
				<verse number="29">نو هغه ملګرے نوکر يې په پښو پرېوتو او دۀ ته يې مِنت وکړو چې ما ته صبر وکړه، زۀ به ستا قرض تا ته واپس کړم.</verse>
				<verse number="30">خو هغۀ ورسره ونۀ منله او په قېدخانه کښې يې واچولو ترڅو چې قرض واپس نۀ کړى.</verse>
				<verse number="31">نورو نوکرانو چې دا حال وليدلو نو ډېر خفه شول. هغوئ خپل مالِک له لاړل او ټوله قيصه يې ورته تيره کړه.</verse>
				<verse number="32">هغۀ دا نوکر راوبللو او ورته يې ووئيل چې اے بد کاره، چې کله تا ما ته مِنت وکړو نو ما درته ټول قرض وبخښلو.</verse>
				<verse number="33">ولې په تا کښې دومره سړيتوب نۀ وو چې په خپل ملګرى نوکر دې داسې رحم کړے وے لکه چې ما په تا وکړو؟</verse>
				<verse number="34">د هغۀ مالِک ډېر غصه شو او دے يې د قېدخانې مشر ته حواله کړو ترڅو چې يې ټول قرض واپس کړے نۀ وى.</verse>
				<verse number="35">کۀ چرې تاسو خپل ورور د زړۀ د اخلاصه معاف نۀ کړئ نو زما آسمانى پلار به هم تاسو هر يو سره داسې کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">څۀ وخت چې عيسىٰ دا خبرې خلاصې کړې نو د ګليل نه روان شو او د اُردن نه پورې غاړه د يهوديه علاقې ته لاړو.</verse>
				<verse number="2">ګڼ خلق ورپسې وُو او هغۀ هغوئ هلته روغ کړل.</verse>
				<verse number="3">نو ځينې فريسيان راغلل او د آزمېښت په طور يې ترې دا تپوس وکړو، ”ولې يو سړى ته دا روا دى چې په هره وجه چې وى خپله ښځه طلاقه کړى؟“</verse>
				<verse number="4">هغۀ په جواب کښې ورته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو دا نۀ دى لوستى چې خالق په اول سر کښې هغوئ نر او ښځه پېدا کړل؟</verse>
				<verse number="5">په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دا دواړه به يو بدن شى.</verse>
				<verse number="6">نو بيا دوئ دوه نه خو يو بدن وى. ځکه چې خُدائ پاک دوئ يو ځائ کړى دى نو بنى آدم دې يې هيڅکله هم نۀ جدا کوى.“</verse>
				<verse number="7">هغوئ دا اِعتراض وکړو چې، ”بيا موسىٰ ولې په شريعت کښې خاوند ته دا اجازت ورکړے دے چې طلاق نامه دې وليکى او ښځه دې پرېږدى؟“</verse>
				<verse number="8">هغۀ جواب ورکړو چې، ”موسىٰ تاسو ته د خپلې ښځې د پرېښودو اجازت ستاسو د زړونو د سختوالى په وجه درکړو، خو د شروع نه خبره داسې نۀ وه.</verse>
				<verse number="9">زۀ تاسو ته وايم چې کۀ څوک بغېر د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپلې ښځې له طلاق ورکړى او بل وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى.“</verse>
				<verse number="10">مريدانو عيسىٰ ته ووئيل، ”کۀ د سړى د خپلې ښځې سره دا حال وى نو دا به ښۀ وى چې څوک دې بلکل وادۀ نۀ کوى.“</verse>
				<verse number="11">د دې په جواب کښې عيسىٰ وفرمائيل چې، ”خبره داسې ده چې هر څوک يې نۀ شى منلے خو صرف هغه خلق چې خُدائ پاک ورته د زغملو طاقت ورکړے وى.</verse>
				<verse number="12">ځينې داسې خلق دى چې د مور د ګېډې نه يا خو خصى پېدا دى او يا بنى آدمو خصى کړى دى، خو ځينې داسې دى چې هغوئ خپل ځانونه د آسمان د بادشاهۍ دپاره خصى کوى. څوک يې چې منلے شى هغه دې ومنى.“</verse>
				<verse number="13">يوه ورځ هغوئ عيسىٰ له ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى، خو د هغۀ مريدانو هغه خلق ورټل چا چې راوستل.</verse>
				<verse number="14">عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د آسمان بادشاهى هم د داسې خلقو ده.“</verse>
				<verse number="15">بيا هغۀ خپل لاسونه د هغوئ په سر د برکت دپاره راښکل او روان شو.</verse>
				<verse number="16">او بيا يو سړے عيسىٰ له راغلو او تپوس يې ترې وکړو، ”اُستاذه، زۀ داسې کومه نېکى وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“</verse>
				<verse number="17">عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”د نېکۍ په حقله ولې تپوس کوې؟ نېک خو يواځې يو ذات دے، خو کۀ تۀ غواړې چې ابدى ژوندون حاصل کړې نو د موسىٰ د شريعت په حکمونو عمل کوه.“</verse>
				<verse number="18">هغه سړى تپوس وکړو چې، ”کوم حُکمونه؟“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”قتل مۀ کوئ. زنا مۀ کوئ. غلا مۀ کوئ. د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.</verse>
				<verse number="19">د مور پلار عزت کوئ او د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“</verse>
				<verse number="20">هغه ځوان جواب ورکړو چې، ”ما په دې ټولو عمل کړے دے خو په ما کښې د څۀ کمے دے؟“</verse>
				<verse number="21">عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ کامِل کېدل غواړې نو لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ آسمانى خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“</verse>
				<verse number="22">هغه ځوان چې دا خبره واورېده نو خفه زهير لاړو ځکه چې هغه ډېر مالداره سړے وو.</verse>
				<verse number="23">عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو مالدار ته د آسمان په بادشاهۍ کښې داخلېدل ګران کار دے.</verse>
				<verse number="24">زۀ درته دوباره دا وايم چې د يو مالداره سړى په نسبت د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل د يو اوښ دپاره د ستنې په سورى کښې تېرېدل آسان دى.“</verse>
				<verse number="25">مريدانو چې دا واورېدل نو حق حېران شول. هغوئ تپوس وکړو، ”نو بيا به څوک خلاصون ومومى؟“</verse>
				<verse number="26">خو عيسىٰ هغوئ ته وکتل او ورته يې وفرمائيل چې، ”د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ پاک ته هر څۀ ممکن دى.“</verse>
				<verse number="27">په دې خبرې پطروس ووئيل چې، ”ګوره مونږ خو د دې دپاره هر څۀ پرېښى دى چې تاسو پسې روان شُو، نو هلته به زمونږ دپاره څۀ وى؟“</verse>
				<verse number="28">عيسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم، هر کله چې د قيامت په ورځ اِبن آدم د خپلې لويئ په تخت کښېنى نو تاسو چې ما پسې روان شوى يئ به هم ما سره په دولسو تختونو کښېنئ او تاسو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو قاضيان شئ.</verse>
				<verse number="29">او هر هغه چا چې زما د خاطره وروڼه، خوېندې، مور پلار، اولاد، زمکه، جائيداد او کورونه پرېښى دى هغوئ به يو په سل بيا مومى او د تل ژوندون به بيا مومى.</verse>
				<verse number="30">خو ډېر اول به آخر کړے شى او آخر به اول کړے شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">”د آسمان بادشاهى داسې ده لکه چې د يوې زمکې مالِک سحر وختى د کور نه ووتو، چې خپل د انګورو باغ دپاره مزدوران ولټوى.</verse>
				<verse number="2">او چې کله يې مزدورانو سره د ورځې مزدورى مقرره کړه نو هغوئ يې کار له ولېږل.</verse>
				<verse number="3">بيا کچه غرمه هغه بهر ووتو نو په بازار کښې يې يو څو اوزګار کسان نور وليدل.</verse>
				<verse number="4">هغوئ ته يې ووئيل چې ځئ د هغه نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کښې کار وکړئ او زۀ به تاسو له مناسبه مزدورى درکړم.</verse>
				<verse number="5">نو هغوئ لاړل. غرمه او ماسپښين هغه بيا بهر ووتو او هغه شان بندوبست يې وکړو.</verse>
				<verse number="6">په مازيګر کښې هغه بيا ووتو او يوه بله ډله يې اوزګاره وليده. نو هغۀ دوئ ته ووئيل چې تاسو ولې ټوله ورځ داسې خوشى ګرځئ او هيڅ کار نۀ کوئ؟</verse>
				<verse number="7">هغوئ ورته ووئيل چې مونږ ته چا د څۀ کار نۀ دى وئيلى. هغۀ ورته ووئيل چې ځئ، تاسو هم د نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کښې يو ځائ شئ.</verse>
				<verse number="8">چې ماښام شو نو د باغ مالِک خپل ناظر ته ووئيل چې مزدوران راوغواړه او د هغوئ مزدورى ورکړه، د وروستۍ قبيلې نه يې شروع کړه او په وړومبۍ يې ختمه کړه.</verse>
				<verse number="9">چا چې مازيګر کار شروع کړے وو هغوئ ورغلل او ورته يې د پوره ورځې مزدورى ورکړه.</verse>
				<verse number="10">او چې د وړومبو مزدورانو وار راغے نو د هغوئ دا طمع وه چې څۀ زيات به ورته مِلاو شى، خو هغوئ ته هم هغه څۀ مِلاو شول څومره چې يې نورو له ورکړى وُو.</verse>
				<verse number="11">هغوئ چې مزدورى واخسته نو د باغ مالِک ته وغورېدل چې</verse>
				<verse number="12">دې وروستنو خلقو خو يوه ګينټه کار کړے دے او مونږ سره دې يو برابر کړل چا چې ټوله ورځ په سره غرمه د ځانه خولې ويستې دى.</verse>
				<verse number="13">هغۀ ورته ووئيل، زما ملګريه، ما درسره هيڅ زياتے نۀ دے کړے. تا د ورځې په مزدورۍ راسره فېصله نۀ وه کړې څۀ؟</verse>
				<verse number="14">خپله مزدورى واخله او کور ته ځه. دا زما خوښه ده چې وروستنى سړى له هم هغه څۀ ورکړم څۀ چې مې تا له درکړى دى.</verse>
				<verse number="15">دا زما اختيار نۀ دے څۀ چې زۀ خپل مال څنګه وويشم؟ تۀ په دې راته په بد نظر ګورې چې زۀ سخى يم؟</verse>
				<verse number="16">دغه شان وروستنى به اول شى او اول به آخر شى.“</verse>
				<verse number="17">عيسىٰ يروشلم ته روان وو او په لاره يې دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وفرمائيل،</verse>
				<verse number="18">”مونږ اوس يروشلم ته ځو او اِبن آدم به مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو ته حواله کړے شى. هغوئ به پرې د مرګ حُکم وکړى.</verse>
				<verse number="19">او غېر‌يهوديانو خلقو ته به يې حواله کړى هغوئ به ورپورې ټوقې وکړى، په کوړو به يې ووهى او په سولۍ به يې وخېژوى، او په درېمه ورځ به هغه بيا ژوندے پورته کړے شى.“</verse>
				<verse number="20">بيا د زبدى د زامنو مور د خپلو زامنو سره ورغله، په سجده ورته پرېوتله او خواست يې ترې وکړو.</verse>
				<verse number="21">عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ څۀ غواړې؟“ هغې ورته ووئيل چې، ”زۀ دا غواړم چې ستا په بادشاهۍ کښې دې زما دواړه زامن ستا په څنګ کښې ناست وى، يو ستا ښى لاس ته او بل ګس لاس ته.“</verse>
				<verse number="22">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو چې څۀ غواړئ په هغې نۀ پوهېږئ. کوم د مصيبتونو کنډول به چې زۀ څښم ولې تاسو به هغه وڅښلے شئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”آو، مونږ يې څښلے شُو.“</verse>
				<verse number="23">بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”بې‌شکه کوم کنډول چې زۀ څښم، تاسو به يې وڅښئ خو دا زما په اختيار کښې نۀ دى چې خپل ښى او ګس لاس ته څوک کښېنوم، دا د هغه چا په برخه دى چې زما پلار ورته مقرر کړى دى.“</verse>
				<verse number="24">کله چې هغه نورو لسو مريدانو دا واورېدل نو هغوئ د هغه دوو وروڼو نه خفه شول.</verse>
				<verse number="25">خو عيسىٰ هغوئ راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”تاسو ته پته ده چې په دُنيا کښې د غېر يهودى قومونو حاکمان خپل خلق د قابو لاندې ساتى او د هغوئ اميران په هغوئ خپل رُعب استعمالوى.</verse>
				<verse number="26">خو په تاسو کښې دې داسې نۀ وى. په تاسو کښې چې څوک مشرى غواړى هغه دې ستاسو خادِم شى</verse>
				<verse number="27">او هر هغه څوک چې په تاسو کښې مشر کېدل غواړى هغه دې په خپله خوښه د ټولو خادِم شى.</verse>
				<verse number="28">ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“</verse>
				<verse number="29">کله چې هغوئ د يريحو ښار نه وتل نو ډېر خلق ورپسې روان وُو.</verse>
				<verse number="30">د لارې په غاړه دوه ړاندۀ ناست وُو. هغوئ چې دا واورېدل چې عيسىٰ په دې لاره تېريږى نو هغوئ چغې کړې، ”اے مالِکه، د داؤد زويه، په مونږ رحم وکړه.“</verse>
				<verse number="31">خلقو هغوئ ورټل او ورته يې ووئيل چې چپ شئ. خو هغوئ لا نورې هم چغې زياتې کړې چې، ”مالِکه، په مونږ رحم وکړه. اے د داؤد زويه.“</verse>
				<verse number="32">عيسىٰ ودرېدو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ غواړئ چې زۀ يې ستاسو دپاره وکړم؟“</verse>
				<verse number="33">هغوئ ووئيل، ”مالِکه، مونږ خپل نظر غواړُو.“</verse>
				<verse number="34">د عيسىٰ زړۀ پرې وسوزېدو او د هغوئ سترګو له يې لاس وروړو نو سمدستى هغوئ بينا شول او په هغۀ پسې روان شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">هغوئ يروشلم ته نزدې شول او کله چې دوئ د زيتُونو په غر کښې د بيتِ‌فګے کلى ته ورسېدل نو عيسىٰ دوه مريدان د دې هداياتو سره ورولېږل چې،</verse>
				<verse number="2">”دې مخامخ کلى ته ورشئ نو تاسو به يوه خره تړلې ومومئ چې خپل کوچاڼے به ورسره وى. هغه پرانيزئ او ما له يې راولئ.</verse>
				<verse number="3">کۀ څوک درته څۀ وائى نو ورته ووايئ چې دا د مالِک په کار دى او هغه به يې تاسو سره سمدستى راپرېږدى.“</verse>
				<verse number="4">دا د هغې پېشګويۍ پوره کول دى چې په کښې وئيلے شوى دى چې،</verse>
				<verse number="5">”صيون لور ته ووايئ چې ګوره، ستا بادشاه درروان دے، څوک چې حليم دے، په خرۀ سور، په کوچاڼے يعنې په کوچى باندې.“</verse>
				<verse number="6">مريدان لاړل او هغه څۀ يې وکړل چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="7">خره او د هغې کوچاڼے يې راوستل، هغوئ خپلې جامې پرې واچولې او هغه پرې سور شو.</verse>
				<verse number="8">ګڼو خلقو خپلې جامې د هغۀ په لاره کښې وغوړولې او ځينې خلقو د ونو څانګې راماتې کړې او لاره يې ورته ښائسته کړه.</verse>
				<verse number="9">او بيا کومه ډله چې ورنه وړاندې وروستو روانه وه هغوئ ټولو دا چغې وهلې، ”مبارک دې وى د داؤد د زوئ. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“</verse>
				<verse number="10">کله چې عيسىٰ يروشلم ښار ته ورننوتو نو ټول ښار کښې بلوه جوړه شوه او تپوس يې وکړو چې، ”دا څوک دے؟“</verse>
				<verse number="11">او ګڼې ورته جواب ورکړو چې، ”د ګليل د ناصرت نه دا عيسىٰ پېغمبر دے.“</verse>
				<verse number="12">عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل او د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې،</verse>
				<verse number="13">او ورته يې وفرمائيل چې، ”صحيفې وائى چې زما کور به د دُعا کور بللے شى، خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“</verse>
				<verse number="14">او د خُدائ په کور کښې ورته ړاندۀ او شل خلق راغلل او هغوئ يې روغ کړل.</verse>
				<verse number="15">اِمامانو او د شرعې عالمانو چې دا حېرانونکى معجزې وليدلې چې هغۀ وکړلې او د خُدائ په کور کښې چې د ماشومانو چغې واورېدې چې، ”مبارک دې وى د داؤد زوئ،“ نو دوئ خفه وُو.</verse>
				<verse number="16">نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”دا ماشومان چې څۀ وائى، تۀ يې اورې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”آو، زۀ يې اورم. ولې تاسو صحيفې نۀ دى لوستلى چې، د وړو او تى رودونکو خولۀ دې ته جوړه کړه چې ستا ثنا ووائى.“</verse>
				<verse number="17">بيا د دوئ نه رُخصت شو او د ښار نه بهر بيتِ‌عنياه ته لاړو او هلته يې شپه تيره کړه.</verse>
				<verse number="18">بل سحر چې عيسىٰ ښار ته راتلو نو اوږے شو.</verse>
				<verse number="19">د لارې په غاړه يې د اينځر يوه ونه وليده او هغې له ورغلو خو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل. هغۀ ونې ته وفرمائيل چې، ”تۀ دې پس د دې نه تل تر تله شنډه يې.“ او ونه په هغه ټکى اوچه شوه.</verse>
				<verse number="20">مريدان په دې ننداره حېران شول. هغوئ تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ چل دے؟ دا د اينځر ونه څنګه داسې سمدستى اوچه شوه؟“</verse>
				<verse number="21">عيسىٰ ورله جواب ورکړو چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم کۀ چرې ستاسو ايمان کامِل وى او شک نۀ کوئ نو تاسو به هم هغه څۀ وکړئ کوم چې د اينځر د ونې سره وشول، خو لا د دې نه هم زيات. کۀ تاسو دې غرۀ ته ووايئ چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، نو څۀ چې تاسو وايئ هغه شان به وشى.</verse>
				<verse number="22">کومه دُعا چې تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به ټوله قبوله شى.“</verse>
				<verse number="23">عيسىٰ د خُدائ کور ته ننوتو او کله چې يې تعليم ورکولو نو مشر اِمام او د قوم مشران ورله راغلل او دا سوال يې پرې وکړو چې، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“</verse>
				<verse number="24">عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”زۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو يې جواب راکړئ نو زۀ به هم تاسو ته دا وښايم چې په کوم اختيار زۀ دا کارونه کوم.</verse>
				<verse number="25">د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د لورى وه او کۀ د انسان نه؟“ په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”کۀ مونږ دا ووايو چې د آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟</verse>
				<verse number="26">او کۀ دا ووايو چې د انسانانو د لورى وه، نو هسې نه چې خلق مو ونيسى ځکه چې هغوئ ټول دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“</verse>
				<verse number="27">نو هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ خبر نۀ يُو.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”بيا به زۀ هم دا درته ونۀ وايم چې زۀ په کوم اختيار دا کارونه کوم.</verse>
				<verse number="28">خو تاسو په دې حقله څۀ خيال کوئ چې د يو سړى دوه زامن وُو. هغه اول مشر له ورغلو او ورته يې ووئيل چې زويه، لاړ شه او نن د انګورو په باغ کښې کار وکړه.</verse>
				<verse number="29">هلک ورته جواب ورکړو چې پلاره، زۀ نۀ ځم، خو وروستو هغه پښېمانه شو او لاړو.</verse>
				<verse number="30">بيا پلار کشر زوئ له ورغلو او ورته يې هم هغه شان ووئيل. خو هغۀ جواب ورکړو چې زۀ به لاړ شم، خو هغه باغ ته لا نۀ ړو.</verse>
				<verse number="31">په دواړو کښې کوم يو د پلار په رضا کار وکړو؟“ هغوئ ووئيل چې، ”مشر.“ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې محصولچيان او کنجرې به هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې ستاسو نه مخکښې داخليږى.</verse>
				<verse number="32">ځکه چې کله چې يحيىٰ تاسو ته د سمې لارې د ښودلو دپاره راغلو نو تاسو پرې يقين ونۀ کړو، خو محصولچيانو او کنجرو پرې ايمان راوړو. خو سره د دې چې تاسو دا وليدل، تاسو پښېمانه نۀ شوئ او هغه مو ونۀ منلو.</verse>
				<verse number="33">يو بل مِثال واورئ، يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو دپاره لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو او بيا يې زميندارانو له په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو.</verse>
				<verse number="34">کله چې د مېوې موسم راغلو هغۀ يو نوکر اجاره دارو له ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د پېداوار برخه وصول کړى.</verse>
				<verse number="35">خو هغوئ د هغۀ نوکران ونيول، يو يې ووهلو، دوېم يې مړ کړو او درېم يې سنګسار کړو.</verse>
				<verse number="36">بيا هغۀ نور نوکران ورولېږل، دا ځل زيات کسان وُو او هغوئ ورسره هم هغه سلوک وکړو.</verse>
				<verse number="37">په آخر کښې يې خپل زوئ په دې خيال ورولېږلو چې ګنې زما د زوئ خاطر خو به وکړى.</verse>
				<verse number="38">خو چې زميندارو د دۀ زوئ وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې هم دغه وارث دے، راځئ چې مړ يې کړُو او ميراث به يې زمونږ شى.</verse>
				<verse number="39">او هغه يې راونيوو د انګورو د باغ نه يې بهر وغورزولو او مړ يې کړو.</verse>
				<verse number="40">کله چې د انګورو د باغ مالِک راشى نو هغه به د دې زميندارو سره څۀ سلوک وکړى؟“</verse>
				<verse number="41">هغوئ جواب ورکړو چې، ”هغه به دا بدکارى په خراب مرګ ووژنى او باغ به نورو زميندارو له په اجاره ورکړى، څوک چې به په موسم کښې د دۀ د مېوې برخه پوره پوره ورکوى.“</verse>
				<verse number="42">بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو چرې په صحيفو کښې دا نۀ دى وئيلى چې، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو، هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو. دا د مالِک خُدائ له خوا وشو، او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“</verse>
				<verse number="43">ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د خُدائ پاک بادشاهى به تاسو نه واخستے شى او هغه قوم له به ورکړے شى څوک چې يې پوره مېوه ورکوى.</verse>
				<verse number="44">هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او کۀ په چا دا راپرېوځى نو هغه به ريز مريز کړى.“</verse>
				<verse number="45">کله چې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا مثالونه واورېدل نو هغوئ پوهه شول چې دا ټول مثالونه په هغوئ پورې دى.</verse>
				<verse number="46">هغوئ غوښتل چې دے ګرفتار کړى خو د خلقو نه يرېدل ځکه چې هغوئ عيسىٰ نبى ګڼلو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">بيا عيسىٰ هغوئ ته په مِثالونو کښې وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”د آسمان بادشاهى د هغه بادشاه په شان ده چې د خپل زوئ د وادۀ د روټۍ بندوبست يې کړے وو.</verse>
				<verse number="3">خو کله چې هغۀ خپل نوکران رابللے شوو مېلمنو پسې ولېږل نو هغوئ رانۀ غلل.</verse>
				<verse number="4">هغۀ بيا نور نوکران ورپسې ولېږل او ورته يې ووئيل چې رابللے شوو خلقو ته دا ووايئ چې دا روټۍ ما ستاسو دپاره کړې ده. ما خپل غوَيان او څاربۀ څاروى ستاسو دپاره حلال کړى دى، هر څۀ تيار دى، د وادۀ روټۍ له راشئ.</verse>
				<verse number="5">خو هغوئ يې هيڅ پرواه ونۀ کړه، يو خپل پټى ته لاړو او بل خپلې سوداګرۍ پسې لاړو.</verse>
				<verse number="6">او نورو د هغۀ نوکران ونيول، بې‌عزته يې کړل او وې وژل.</verse>
				<verse number="7">بادشاه غصه شو، هغۀ د هغه قاتلانو د وژلو دپاره فوج ولېږلو او د هغوئ ښار يې وسوزولو.</verse>
				<verse number="8">بيا هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، د وادۀ روټۍ تياره ده خو کوم مېلمانۀ چې ما رابللى وُو هغوئ د دې عزت لائق نۀ وُو.</verse>
				<verse number="9">لويو لارو او چوکونو ته لاړ شئ او هر څوک چې بيا مومئ د روټۍ دعوت ورکړئ.</verse>
				<verse number="10">نوکران بازار ته ووتل او ښۀ او بد ټول يې راوبلل او دغه شان د مېلمنو نه هال ډک شو.</verse>
				<verse number="11">خو څۀ وخت چې بادشاه راغلو چې مېلمانۀ ووينى نو هغۀ وکتل چې يو سړى د وادۀ مناسبې جامې اچولې نۀ وې.</verse>
				<verse number="12">بادشاه ورته ووئيل چې زما ملګريه، تۀ د وادۀ د جامو نه بغېر دلته څنګه راغلې؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو.</verse>
				<verse number="13">نو بادشاه خپلو خادِمانو ته ووئيل چې د دۀ لاس او پښې وتړئ او بهر په تيارۀ کښې يې وغورزوئ، هغه ځائ چې ژړا او د غاښونو چيچل به په کښې وى.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې رابلل شوى خو ډېر دى، خو غوره شوى لږ دى.“</verse>
				<verse number="15">بيا فريسيان لاړل او په خپلو کښې يې منصوبه جوړه کړه چې هغه څنګه په خپلو خبرو کښې راګېر کړُو.</verse>
				<verse number="16">هغوئ خپل ځينې مريدان د هيروديوس د طرفدارانو سره عيسىٰ له ورولېږل، هغوئ ورته ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې.</verse>
				<verse number="17">مونږ ته په دې حقله خپله فېصله راکړه چې ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر له محصُول ورکړو او کۀ نه؟“</verse>
				<verse number="18">خو عيسىٰ د هغوئ په سازش پوهه وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”اے مُنافقانو، تاسو ما ولې راګېروئ؟</verse>
				<verse number="19">تاسو ما ته د محصُول سکه وښايئ.“ هغوئ د سپينو زرو يوه سکه ورته ورکړه.</verse>
				<verse number="20">عيسىٰ تپوس وکړو چې، ”دا د چا تصوير دے او د چا نوم پرې ليکلے دے؟“</verse>
				<verse number="21">هغوئ جواب ورکړو چې، ”د قيصر.“ هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”څۀ چې د قيصر وى، هغه قيصر له او څۀ چې د خُدائ پاک وى، هغه خُدائ پاک له ورکوئ.“</verse>
				<verse number="22">په دې جواب هغوئ حق حېران شول او هغه يې پرېښودو او ترې روان شول.</verse>
				<verse number="23">هم په دغه ورځ ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغۀ له راغلل او هغۀ نه يې دا تپوس وکړو چې،</verse>
				<verse number="24">”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى.</verse>
				<verse number="25">نو اوس اووۀ وروڼه وُو، وړومبى وادۀ وکړو او بې‌اولاده مړ شو. د هغۀ اولاد نۀ وو، نو د هغۀ ښځه د هغۀ ورور ته پاتې شوه.</verse>
				<verse number="26">دغه شان بيا دوېم، درېم تر دې چې خبره تر اوومه پورې ورسېده.</verse>
				<verse number="27">آخر هغه ښځه هم مړه شوه.</verse>
				<verse number="28">نو دا راته ووايه چې د قيامت په ورځ به دغه ښځه د چا وى، ځکه چې ورسره ټولو وادۀ کړے وو؟“</verse>
				<verse number="29">عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو په غلطه يئ ځکه چې نۀ خو تاسو په صحيفو پوهېږئ او نۀ د خُدائ پاک په قدرت خبر يئ.</verse>
				<verse number="30">ځکه چې په قيامت کښې به ښځې او سړى يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به د آسمان د فرښتو په شان وى.</verse>
				<verse number="31">خو د مړو د بيا راژوندى کېدو په حقله تاسو د خُدائ پاک هغه قول نۀ دے لوستلے چې خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې،</verse>
				<verse number="32">”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے خو د ژوندو خُدائ پاک دے.“</verse>
				<verse number="33">خلقو د هغۀ خبرې واورېدلې او د هغۀ په تعليم حېران شول.</verse>
				<verse number="34">فريسيان چې په دې خبر شول چې عيسىٰ د صدوقيانو خولې بندې کړې دى نو راغونډ شول.</verse>
				<verse number="35">د هغوئ يو عالم د آزمېښت دپاره دا تپوس وکړو،</verse>
				<verse number="36">”اُستاذه، په شريعت کښې د ټولو نه لوئ حکم کوم يو دے؟“</verse>
				<verse number="37">هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ، په پوره ځان او په پوره عقل سره مينه ساتئ.</verse>
				<verse number="38">دا د ټولو نه لوئ او اول حکم دے.</verse>
				<verse number="39">او دوېم حکم هم په دې شان دے چې، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.</verse>
				<verse number="40">د شريعت او د نبيانو د تعليم ټول بنياد په دې دواړو حکمونو دے.“</verse>
				<verse number="41">عيسىٰ د راجمع شوو فريسيانو نه تپوس وکړو چې،</verse>
				<verse number="42">”تاسو د مسيح په حقله څۀ وايئ؟ هغه د چا زوئ دے؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د داؤد زوئ دے.“</verse>
				<verse number="43">هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”داؤد بيا څنګه هغۀ ته د روحُ القُدس په الهام کښې مالِک وائى؟</verse>
				<verse number="44">ځکه چې هغه وائى، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل چې زما ښى لاس ته کښېنه، ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“</verse>
				<verse number="45">کۀ چرې داؤد ورته مالِک وائى نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“</verse>
				<verse number="46">يو کس هم د هغۀ په جواب څۀ ونۀ وئيل او د دې ورځې نه پس هيچا هم د هغۀ نه د تپوس کولو همت ونۀ کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">عيسىٰ بيا خپلو مريدانو او خلقو ته داسې خبرې وکړې چې</verse>
				<verse number="2">”د شرعې عالمان او فريسيان د موسىٰ په ګدۍ ناست دى،</verse>
				<verse number="3">نو هر څۀ چې دوئ تاسو ته وائى هغه کوئ د هغوئ خبرو ته غوږ نيسئ، خو د هغوئ په شان کارونه مۀ کوئ ځکه چې دوئ وائى يو څۀ او کوى بل څۀ.</verse>
				<verse number="4">دوئ مذهبى درانۀ پيټى تړى او د خلقو په اوږو يې باروى خو دا نۀ غواړى چې يو ته د اوچتولو دپاره خپله ګوته هم وروړى.</verse>
				<verse number="5">دوئ چې هر څۀ کوى دا د خلقو د ليدو دپاره کوى. هغوئ خپل تعويذونه غټ جوړوى او د خپلو چوغو زونډى لويوى.</verse>
				<verse number="6">دوئ په دعوت کښې خاص ځايونه خوښوى او په عبادتخانو کښې د مشرۍ کُرسۍ،</verse>
				<verse number="7">او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى چې د اُستاذ په نامه ياد شى.</verse>
				<verse number="8">خو تاسو ته دې څوک اُستاذ ونۀ وائى ځکه چې ستاسو خو يو اُستاذ شته او تاسو ټول وروڼه يئ.</verse>
				<verse number="9">په دې دُنيا کښې هيچا ته پلار مۀ وايئ ځکه چې ستاسو خو يو پلار شته او هغه په آسمان کښې دے.</verse>
				<verse number="10">او تاسو ته دې څوک اُستاذ ونۀ وائې ځکه چې ستاسو يو اُستاذ شته او هغه مسيح دے.</verse>
				<verse number="11">په تاسو کښې دې د ټولو نه لوئ ستاسو خادِم وى.</verse>
				<verse number="12">او هر هغه څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او هر هغه څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.</verse>
				<verse number="13">خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.</verse>
				<verse number="14"></verse>
				<verse number="15">اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، ځکه چې تاسو په زمکه او سمندر سفر کوئ د دې دپاره چې يو کس خپل دين ته راواړوئ او کله چې هغه راواړوئ نو تاسو هغه د خپل ځان نه دوه چنده دوزخى جوړ کړئ لکه څنګه چې تاسو يئ.</verse>
				<verse number="16">اے ړندو لارښودونکو، په تاسو دې افسوس وى، ځکه چې تاسو وايئ چې کۀ څوک د خُدائ په کور قسم وخورى نو دا څۀ خبره نۀ ده، خو کۀ چرته يو کس د هغۀ په سرو زرو قسم وخورى، نو هغه د خپل قسم پابند دے.</verse>
				<verse number="17">اے ړندو کم عقلو، په دې دواړو کښې کوم څيز اهم دے، سرۀ زر او کۀ د خُدائ کور چې سرۀ زر هم پاکوى؟</verse>
				<verse number="18">يا تاسو دا وايئ کۀ څوک په قربان‌ګاه قسم وخورى نو هيڅ خبره نۀ ده، خو کۀ څوک د قربان‌ګاه په شکرانې قسم وخورى نو هغه به پابند وى.</verse>
				<verse number="19">اے ړندو، کوم څيز زيات اهم دے، شکرانه کۀ هغه قربان‌ګاه چې شکرانه هم پاکوى؟</verse>
				<verse number="20">نو هرکله چې څوک په قربان‌ګاه قسم خورى نو هغه په قربان‌ګاه او د هغې په شکرانو دواړو قسم خورى.</verse>
				<verse number="21">څوک چې د خُدائ په کور قسم خورى، نو هغه په هغۀ او څوک چې هلته اوسى، په دواړو قسم خورى.</verse>
				<verse number="22">او څوک چې په آسمان قسم خورى نو دا داسې دى لکه چې هغه د خُدائ پاک په تخت او د خُدائ په ذات باندې قسم خورى.</verse>
				<verse number="23">اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو خو د پودينې د کاږو او د زېرې لسمه حِصه ورکوئ خو د شريعت معتبرې خبرې لکه اِنصاف، رحم او وفادارى مو پرېښې ده. په اصل کښې په کار دا وُو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے.</verse>
				<verse number="24">اے ړندو لارښودونکو، تاسو خو اوبۀ د ماشى دپاره چاڼ کوئ خو اوښ لواړ تېروئ.</verse>
				<verse number="25">اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. تاسو خو د کنډول او رکېبۍ بهر مخ وينځئ خو دننه مو هغه د لوټ او د خود غرضۍ د مال نه ډک کړى وى.</verse>
				<verse number="26">اے ړندو فريسيانو، اول د دننه نه کنډول او رکېبۍ وينځئ، نو بهر نه به هم وينځلے شى.</verse>
				<verse number="27">اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. ستاسو مِثال د هغه قبرونو دے چې بهر سپين کړى او ښائسته ښکارى خو دننه د مړو د هډوکو او د نورې ګندګۍ نه ډک وى.</verse>
				<verse number="28">دغه حال ستاسو هم دے، په ظاهره خو تاسو صادقان ښکارئ، خو د دننه د منافقت او بې‌شرعې کارونو نه ډک يئ.</verse>
				<verse number="29">اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو د نبيانو زيارتونه جوړَوئ او د صادقانو قبرونه سينګاروئ</verse>
				<verse number="30">او دا وايئ چې کۀ چرې مونږ د خپل پلار نيکۀ په زمانه کښې ژوندى وے نو د نبيانو په قتلولو کښې به شريک شوى نۀ وُو.</verse>
				<verse number="31">دغسې تاسو په ځان ګواهى کوئ چې تاسو د هغو خلقو زامن يئ چا چې نبيان وژلى وُو.</verse>
				<verse number="32">نو ځئ او د خپل پلار نيکۀ نيمګړے کنډول ډک کړئ.</verse>
				<verse number="33">اے مارانو او د مارانو بچو، تاسو به د دوزخ د سزا نه څنګه خلاص شئ؟</verse>
				<verse number="34">ځکه زۀ تاسو ته نبيان، هوښياران او د خُدائ پاک د لارې عالمان درلېږم نو په تاسو کښې به ځينى مړۀ کړى، ځينې به په سولۍ کړى او ځينې به په خپلو عبادتخانو کښې په کوړو ووهى او د يو ښار نه به يې بل ښار ته وشړى.</verse>
				<verse number="35">دغه شان به په زمکه د ټولو صادقانو د توئ شوې وينې ذمه وارى ستاسو په غاړه وى، د بې‌ګناه هابيل نه د برکياه د زوئ زکرياه تر وينې پورې، څوک چې تاسو د خُدائ د کور او قربان‌ګاه په مينځ کښې مړ کړو.</verse>
				<verse number="36">زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې دې پيړۍ ته به د دې ټولو سزا ملاويږى.</verse>
				<verse number="37">اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.</verse>
				<verse number="38">او اوس وګوره، هغه دے ستاسو کور خوشے او شاړ پاتې کيږى.</verse>
				<verse number="39">خو بې‌شکه زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغه وخته ما ونۀ وينئ ترڅو چې دا ونۀ وايئ چې، مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">عيسىٰ د خُدائ د کور نه په وتو وو چې مريدان يې ورنزدې شُو او د خُدائ د کور عمارت يې ورته په ګوته کړو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”دې ټولو آبادو ته وګورئ، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“</verse>
				<verse number="3">څۀ وخت چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ ناست وو نو مريدان يې ورغلل چې د هغۀ سره په پرده کښې خبرې وکړى. هغوئ ووئيل، ”مونږ ته دا وښايه چې دا هر څۀ به کله وشى او ستا د راتلو او د قيامت د ورځې نښه به څۀ وى؟“</verse>
				<verse number="4">عيسىٰ جواب ورکړو، ”پام کوئ چې څوک مو بې‌لارې نۀ کړى.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى چې زۀ مسيح يم، او ډېر خلق به بې‌لارې کړى.</verse>
				<verse number="6">داسې وخت به راشى چې تاسو به په خپل خواوشا کښې د جنګونو چغې او سورې او د جنګونو خبر به اورئ، خو ګورئ تاسو مۀ وار خطا کېږئ ځکه چې داسې څيزونه به ضرور پېښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے.</verse>
				<verse number="7">قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى.</verse>
				<verse number="8">خو دا ټولې خبرې به لکه د لنګون د دردونو د شروع کېدو په شان وى.</verse>
				<verse number="9">تاسو به بيا د تنګسيا او د مرګ دپاره حواله شئ او ټول قومونه به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى.</verse>
				<verse number="10">په دغه وخت کښې به ډېر تيندک وخورى او د يو بل مُخبرى به کوى او د يو بل سره به کينه کوى.</verse>
				<verse number="11">ډېر دروغژن نبيان به راپورته شى او ډېر خلق به بې‌لارې کړى.</verse>
				<verse number="12">او چې بې‌شرعې کارونه زيات شى نو د خلقو به د يو بل سره مينه ختمه شى.</verse>
				<verse number="13">خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.</verse>
				<verse number="14">او په ټوله دُنيا کښې به د بادشاهۍ زېرے خور شى او د ټولو قومونو دپاره به ګواهى شى او بيا به قيامت وى.</verse>
				<verse number="15">يوه ورځ راتلونکى ده هر کله چې تاسو د دانيال د پېشګويۍ په مطابق په مقدس ځائ کښې هغه پليت بُت چې تباهى راولى ولاړ ووينئ، (لوستونکى دې پرې پوهه شى)</verse>
				<verse number="16">نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى.</verse>
				<verse number="17">کۀ څوک د چت دپاسه وى هغه دې د سامان اوچتولو دپاره ښکته نۀ راکوزيږى.</verse>
				<verse number="18">او څوک چې په پټو کښې وى هغه دې د خپلې چُوغې راخستلو دپاره نۀ واپس کيږى.</verse>
				<verse number="19">افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى.</verse>
				<verse number="20">دُعا کوئ چې ستاسو تېښته نۀ خو په ژمى کښې او نۀ د سبت په ورځ راشى.</verse>
				<verse number="21">ځکه چې هغه به د لوئ مصيبت ورځ وى. داسې وخت د دُنيا د شروع نه تر اوسه لا نۀ دے راغلے او نۀ به بيا چرته راشى.</verse>
				<verse number="22">کۀ هغه د تکليف ورځې لنډې کړے شوې نۀ وې نو هيڅ يو بشر به هم بچ شوے نۀ وے، خو د خُدائ پاک د غوره شوو د خاطره به هغه ورځې لنډې کړے شى.</verse>
				<verse number="23">او کۀ بيا تاسو ته په دغه وخت کښې څوک دا ووائى چې وګورئ مسيح دلته دے يا هلته دے، نو باور پرې مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="24">دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بې‌لارې کړى.</verse>
				<verse number="25">ګورئ، ما تاسو د دې د کېدو نه مخکښې خبردار کړئ.</verse>
				<verse number="26">کۀ هغوئ تاسو ته ووائى چې هغه هلته په بيابان کښې دے نو هغۀ پسې بهر مۀ ځئ، او کۀ هغوئ ووائى چې هغه دننه په کوټه کښې دے نو باور پرې مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="27">لکه څنګه چې برېښنا د مشرق نه تر مغرب پورې رسى دغه شان به د اِبن آدم راتلل وى.</verse>
				<verse number="28">چرته چې مرداره وى هلته به ټپوسان راټوليږى.</verse>
				<verse number="29">او هر کله چې د دغه ورځو تنګسيا تيره شى نو ”سمدستى به نمر تور شى او د سپوږمۍ رڼا به ورکه شى، ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.“</verse>
				<verse number="30">بيا به په آسمان کښې د اِبن آدم د راتلو نښه ښکاره شى، د دُنيا ټول قومونه به ژړا انګولا کوى او هغوئ به اِبن آدم ووينى چې د آسمان په وريځو کښې به د قدرت او د ډيرې لويئ سره راځى.</verse>
				<verse number="31">او هغه به خپلې فرښتې د بيګل په لوئ آواز سره راولېږى او هغوئ به د څلورو طرفونو نه، يعنې د آسمان د يو سر نه تر بله سره، غوره شوى خلق راټول کړى.</verse>
				<verse number="32">د اينځر د ونې نه سبق واخلئ. هر کله چې د هغې نازکې څانګې غوټۍ ونيسى او پاڼې وکړى نو تاسو پوهه شئ چې اوړے په راتلو دے.</verse>
				<verse number="33">هم دغه شان چې تاسو دا ټولې نښې ووينئ نو تاسو پوهه شئ چې هغه نزدې دے او په دروازه کښې ولاړ دے.</verse>
				<verse number="34">زۀ تاسو ته دا وايم چې دا موجوده پيړۍ به تر هغې ختمه نۀ شى ترڅو چې دا ټولې خبرې ونۀ شى.</verse>
				<verse number="35">زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.</verse>
				<verse number="36">خو د هغې ورځې او ساعت هيچا ته پته نشته، نۀ خو د آسمان فرښتو ته پته شته او نۀ زوئ ته، خو يو پلار پرې خبر دے.</verse>
				<verse number="37">لکه څنګه چې د نوح په ورځو کښې وشول نو دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وشى.</verse>
				<verse number="38">په هغه ورځو کښې چې د سېلاب د راتلو نه اول وُو هغوئ خوړل، څښل، ودونه يې کول او ودونه يې ورکول، تر هغې ورځې پورې چې نوح په کشتۍ کښې ننوتلو.</verse>
				<verse number="39">او دوئ تر هغې هيڅ خبر نۀ وُو ترڅو چې سېلاب رانۀ غلو او دوئ يې لاهو نۀ کړل. دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وى.</verse>
				<verse number="40">نو هغه وخت به دوه کسان په پټى کښې وى، يو به بوتلے شى او بل به پرېښودلے شى.</verse>
				<verse number="41">دوه ښځې به مېچن کوى، يوه به بوتلے شى او بله به پرېښودلے شى.</verse>
				<verse number="42">نو بيا تاسو بېدار اوسئ، ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې مالِک به په کومه ورځ راځى.</verse>
				<verse number="43">خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو.</verse>
				<verse number="44">نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.</verse>
				<verse number="45">نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى.</verse>
				<verse number="46">بختور دے هغه نوکر چې د مالِک د راتلو په وخت په خپل کار آخته وى.</verse>
				<verse number="47">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به دۀ له د خپل ټول مال واک اختيار ورکړى.</verse>
				<verse number="48">خو کۀ هغه بد نوکر د خپل ځان سره داسې ووائى چې، بويه چې زما مالِک راځى،</verse>
				<verse number="49">او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى،</verse>
				<verse number="50">نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى،</verse>
				<verse number="51">نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او دغه شان به يې په مُنافقانو کښې شامل کړى. چرته چې به ژړا او د غاښونو چيچل وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">”په هغه وخت به د آسمان بادشاهى د لسو پېغلو په شان وى چا چې مشعلونه واخستل چې د وادۀ د زلمى استقبال له وروځى.</verse>
				<verse number="2">پينځۀ کم عقلې وې او پينځۀ هوښيارې.</verse>
				<verse number="3">هرکله چې کم عقلو مشعلونه پورته کړل نو د ځان سره يې تېل وانۀ خستل.</verse>
				<verse number="4">خو هغه هوښيارو د ځان سره د تېلو کوپۍ هم واخستلې.</verse>
				<verse number="5">کله چې د وادۀ زلمے په راتلو کښې ايسار شو نو هغوئ ټولو له خوب ورغلو او اودې شوې.</verse>
				<verse number="6">خو په نيمه شپه کښې چغې شوې، وګورئ د وادۀ زلمے راغلو. راشئ چې وې ګورئ.</verse>
				<verse number="7">بيا ټولې پېغلې راپاڅېدلې او خپل مشعلونه يې سم کړل.</verse>
				<verse number="8">کم عقلو هوښيارو ته ووئيل چې د خپلو تېلو نه مونږ له لږ راکړئ ځکه چې زمونږ مشعلونه مرى.</verse>
				<verse number="9">هغوئ ورته ووئيل چې مونږ سره دومره تېل نشته چې د ټولو کار پرې وشى، ښۀ به دا وى چې تاسو دوکان ته لاړې شئ او ځان له تېل واخلئ.</verse>
				<verse number="10">څۀ وخت چې هغوئ تېلو پسې تللې وې نو د وادۀ زلمے راغلو. کومې پېغلې چې تيارې وې هغوئ ورسره د وادۀ مېلمستيا ته ورننوتې او ور بند شو.</verse>
				<verse number="11">او بيا هغه نورې پينځۀ هم واپس راغلې او چغې يې کړې، مالِکه، مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه.</verse>
				<verse number="12">خو هغۀ ورته جواب ورکړو، خبره دا ده چې زۀ تاسو نۀ پېژنم.</verse>
				<verse number="13">ځکه بېدار اوسئ، ولې چې تاسو ته د ورځې او د وخت هيڅ پته نشته.</verse>
				<verse number="14">بيا د آسمان د بادشاهۍ مثال د هغه سړى په شان دے څوک چې په سفر تلو او نوکران يې راوبلل او خپل مال يې ورته وسپارلو.</verse>
				<verse number="15">يو له يې د ساتلو دپاره د سرو زرو پينځۀ تيلۍ ورکړې، دوېم له يې دوه او درېم له يې يوه، هر يو له يې د خپل قابليت په مطابق ورکړې، بيا هغه د مُلک نه روان شو.</verse>
				<verse number="16">چا ته چې پينځۀ تيلۍ ورکړے شوې وې هغه سمدستى لاړو او سوداګرى يې پرې شروع کړه او پينځۀ تيلۍ يې پرې نورې وګټلې.</verse>
				<verse number="17">او هم هغه شان چې چا ته چې دوه تيلۍ ورکړے شوې وې هغۀ دوه نورې وګټلې.</verse>
				<verse number="18">خو چا له چې يوه تيلۍ ورکړے شوې وه هغه لاړو او په زمکه کښې يې کنده وکنستله او د مالِک هغه پېسې يې په کښې ښخې کړلې.</verse>
				<verse number="19">ډېره موده پس د هغوئ مالِک واپس راغلو او د هغوئ نه يې حساب وغوښتو.</verse>
				<verse number="20">چا له چې يې د سرو زرو پينځۀ تيلۍ ورکړې وې، هغه راغلو او پينځۀ نورې يې ورسره کېښودې او ورته يې ووئيل چې ګوره مالِکه، تا ما له پينځۀ تيلۍ راکړې وې، ما ورسره پينځۀ نورې وګټلې.</verse>
				<verse number="21">مالِک ووئيل، شاباش زما اعتبارى او ايمانداره نوکره، تا په لږ څۀ کښې ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زۀ تا د ډېر څۀ اختيارمند کړم. راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه.</verse>
				<verse number="22">بيا د دوو تيلو هغه کس راغلو او وې وئيل، مالِکه، تا ما ته دوه تيلۍ سپارلې وې، ګوره، ما ورسره دوه نورې وګټلې.</verse>
				<verse number="23">مالِک ورته ووئيل، شاباش، زما اعتبارى او ايمانداره نوکره. تا په لږ څۀ کښې ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زۀ تا د ډېر څۀ اختيارمند کړم. راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه.</verse>
				<verse number="24">بيا هغه څوک راغلو چا ته چې يوه تيلۍ ورکړے شوې وه او وې وئيل، مالِکه، ما ته پته وه چې تۀ يو سخت سړے يې، تۀ يې هلته رېبې چرته چې دې کَرلى نۀ وى، او هلته يې راټولوې چرته چې دې تخم نوستلے نۀ وى.</verse>
				<verse number="25">نو زۀ ويرېدلم، ځکه لاړم او ستا سرۀ زر مې په زمکه کښې ښخ کړل. ګوره څۀ چې ستا وُو هغه دا دى.</verse>
				<verse number="26">مالِک ورته ووئيل، اے بدکاره نوکره، تا ته معلومه وه چې زۀ يې هلته رېبم چرته چې مې کَرلى نۀ وى او هلته يې راټولوم چرته چې مې تخم نوستلے نۀ وى؟</verse>
				<verse number="27">نو بيا تا ته پکار وُو چې زما پېسې دې صرافانو له ورکړے وے، نو په واپسۍ به ما هغه مال د ګټې سره حاصل کړے وو.</verse>
				<verse number="28">هغۀ ووې چې د دۀ نه د سرو زرو هغه تيلۍ واخلئ او د لسو تيلو والا له يې ورکړئ.</verse>
				<verse number="29">ځکه چې د چا سره چې څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر هغې چې څۀ ترې سېوا هم شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.</verse>
				<verse number="30">نو دا بې‌کاره نوکر تيارې ته وغورزوئ، چرته به چې د ژړا او د غاښونو چيچل وى.</verse>
				<verse number="31">هر کله چې اِبن آدم په پوره شان سره راشى او ټولې فرښتې ورسره وى، هغه به بيا په لويئ سره په خپل آسمانى تخت کښېنى.</verse>
				<verse number="32">او ټول قومونه به د هغۀ په وړاندې راجمع کړے شى هغه به خلق په دوو ډلو کښې جدا کړى لکه څنګه چې شپونکے ګډې د چېلو نه جدا کوى.</verse>
				<verse number="33">او هغه به ګډې ښى لاس ته او چېلۍ ګس لاس ته کړى.</verse>
				<verse number="34">بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.</verse>
				<verse number="35">کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک راکړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ راکړې، او چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم،</verse>
				<verse number="36">او چې بربنډ وم نو تاسو په جامو پټ کړم، کله چې زۀ ناجوړه وم نو تاسو زما خيال وساتلو او چې په جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له راغلئ.</verse>
				<verse number="37">نو صادقان به جواب ورکړى، مالِکه، دا کله وُو چې مونږ تۀ اوږے وليدلې او خوراک مو درکړو، يا تږے وې او د څښلو دپاره مو اوبۀ درکړې،</verse>
				<verse number="38">او يا مسافر وې او کور ته مو دننه کړې، بربنډ وې او د اغوستلو دپاره مو جامې درکړې؟</verse>
				<verse number="39">مونږ تۀ کله ناروغه يا په قېد کښې ليدلے وې او ملاقات له دې درغلى وُو؟</verse>
				<verse number="40">خو بادشاه به جواب ورکړى، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما په وروڼو کښې د عاجز نه عاجز يو کس سره هم چې څۀ کړى دى نو زما دپاره مو کړى دى.</verse>
				<verse number="41">بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے.</verse>
				<verse number="42">کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک رانۀ کړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ رانۀ کړې،</verse>
				<verse number="43">او چې مسافر وم نو کور ته مو دننه نۀ کړم، چې بربنډ وم تاسو د اغوستلو دپاره جامې رانۀ کړې، او کله چې زۀ ناروغه او جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له رانۀ غلئ.</verse>
				<verse number="44">او هغوئ به هم په جواب کښې ووائى، مالِکه، دا کله مونږ تۀ په لوږه، تنده، مسافر، بربنډ، ناروغه يا په جيل کښې ليدلے يې او ستاسو خِدمت مو نۀ دے کړے؟</verse>
				<verse number="45">نو هغۀ ورته جواب ورکړو، زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کله چې تاسو د دوئ نه د يو کس سره هم مدد نۀ دے کړے، نو دا تاسو ما سره مدد نۀ دے کړے.</verse>
				<verse number="46">نو بيا به هغوئ ابدى عذاب ته ولېږلے شى، خو صادقان به د تل ژوندون حاصل کړى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">کله چې عيسىٰ خپلې خبرې خلاصې کړې نو خپلو مريدانو ته يې وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”تاسو خبر يئ چې دوه ورځې پس به د فسح اختر وى، او اِبن آدم به په سولۍ کولو ته وسپارلے شى.“</verse>
				<verse number="3">بيا مشران اِمامان او د قوم مشران د مشر اِمام کائفس په محل کښې جرګه شول.</verse>
				<verse number="4">او هلته هغوئ دا سازش کولو چې عيسىٰ په پټه ونيسو او مړ يې کړُو.</verse>
				<verse number="5">خو هغوئ ووئيل چې، ”دا دې د اختر په ورځ نۀ وى، ګنې په خلقو کښې به بلوا جوړه شى.“</verse>
				<verse number="6">کله چې عيسىٰ د شمعون جذامى په کور کښې په بيتِ‌عنياه کښې وو،</verse>
				<verse number="7">يوه ښځه راغله چې د مرمرو په عطردان کښې ورسره قيمتى خوشبويه عطر وُو، او څنګه چې هغه خوراک ته کښېناستو هغې ورله په سر عطر واچول.</verse>
				<verse number="8">مريدانو چې دا وليدل نو خفه شول. هغوئ ووئيل، ”دا دې ولې ضائع کړل؟</verse>
				<verse number="9">دا خو به په ډېرو پېسو خرڅ شوې وے او پېسې به يې د چا غريبانانو په کار راغلې وے.“</verse>
				<verse number="10">عيسىٰ په دې خبر وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو دا ښځه ولې تنګوئ؟ هغې ما سره ډېر ښۀ کړى دى.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې غريبانان خو به تل تاسو سره وى خو زۀ به درسره تل نۀ يم.</verse>
				<verse number="12">هغې چې دا عطر زما په بدن واچول نو زۀ يې د ښخولو دپاره تيار کړم.</verse>
				<verse number="13">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر چرته چې په دُنيا کښې دا زېرے خوريږى نو څۀ چې هغې وکړل نو دا به هم په دې ياديږى.“</verse>
				<verse number="14">نو بيا يهوداه اِسکريوتى چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو، مشرانو اِمامانو له لاړو،</verse>
				<verse number="15">او ورته يې ووئيل، ”کۀ زۀ په عيسىٰ جاسوسى وکړم نو تاسو به ما له څۀ راکړئ؟“ نو هغوئ ورله دېرش د سپينو زرو سيکې ورکړې.</verse>
				<verse number="16">د هغه وخت نه پس هغه د مخبرۍ د موقعې په تلاش کښې وو.</verse>
				<verse number="17">د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ عيسىٰ له مريدان راغلل او وې وئيل چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“</verse>
				<verse number="18">هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”په ښار کښې فلانى سړى له ورشئ او ورته ووايئ چې اُستاذ وائى چې زما مقرر وخت رانزدې دے، زۀ به د مريدانو سره ستا په کور کښې د فسح اختر کوم.“</verse>
				<verse number="19">مريدانو د عيسىٰ د وينا په مطابق کار وکړو او هلته يې د فسح خوراک تيار کړو.</verse>
				<verse number="20">کله چې ماښام شو عيسىٰ هغه دولسو مريدانو سره کښېناستو.</verse>
				<verse number="21">او د روټۍ په وخت هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى.“</verse>
				<verse number="22">هغوئ ورته نمبر په نمبر ډېر په پرېشانۍ سره ووئيل، ”مالِکه زۀ خو به نۀ يم؟“</verse>
				<verse number="23">هغۀ جواب ورکړو، ”چا چې زما سره په دې تالى کښې لاس ښکته کړو هغه به په ما مُخبرى کوى.</verse>
				<verse number="24">د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم جاسوسى کوى. کۀ هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو د هغۀ په حق کښې به دا ډېره ښۀ وه.“</verse>
				<verse number="25">بيا يهوداه، څوک چې مُخبر وو ورته ووئيل، ”مالِکه زۀ خو به نۀ يم؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده.“</verse>
				<verse number="26">د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ما ته يې کړه. په مريدانو يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، وې خورئ، دا زما بدن دے.“</verse>
				<verse number="27">بيا هغۀ د ميو يوه پيالۍ راواخسته، د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او په دې وينا سره يې هغوئ له ورکړه چې، ”د دې نه ټول وڅښئ.</verse>
				<verse number="28">دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو د ګناهونو د معافۍ دپاره توئيږى.</verse>
				<verse number="29">زۀ تاسو ته دا وايم چې د انګورو رس به زۀ بيا تر هغې ورځې پورې ونۀ څښم ترڅو چې زۀ يې د خپل پلار په بادشاهۍ کښې تاسو سره تازه ونۀ څښم.“</verse>
				<verse number="30">د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.</verse>
				<verse number="31">بيا عيسىٰ دوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ټول به نن شپه زما په وجه تيندک وخورئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى.“</verse>
				<verse number="32">خو هر کله چې زۀ بيا پاڅولے شم نو زۀ به ستاسو نه وړاندې ګليل ته لاړ شم.“</verse>
				<verse number="33">پطروس جواب ورکړو، ”ستا په وجه کۀ بل هر يو هم تيندک وخورى، خو زۀ به هيچرې تيندک ونۀ خورم.“</verse>
				<verse number="34">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تا ته رښتيا وايم چې تۀ به نن شپه د چرګ د بانګ نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“</verse>
				<verse number="35">پطروس ورته ووئيل، ”کۀ زۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرې اِنکارى نۀ شم.“ او ټولو مريدانو هم داسې اِقرار وکړو.</verse>
				<verse number="36">نو بيا عيسىٰ سره د مريدانو ګيتسمنى نومې ځائ ته لاړو او هلته يې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ترڅو چې زۀ دُعا کوم تاسو دلته کښېنئ.“</verse>
				<verse number="37">هغۀ پطروس او د زبدى زامن د ځان سره کړل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله.</verse>
				<verse number="38">او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”زما زړۀ د غمه چوى، دلته ايسار شئ او ما سره بېدار اوسئ.“</verse>
				<verse number="39">هغه يو څو قدمه لاړو، پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وکړه چې، ”اے زما پلاره، کۀ کېدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“</verse>
				<verse number="40">بيا دے مريدانو له راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل نو هغۀ پطروس ته وفرمائيل، ”ولې تاسو ما سره يوه ګينټه قدرې هم بېدار نۀ شوئ پاتې کېدے؟</verse>
				<verse number="41">بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“</verse>
				<verse number="42">هغه په دوېم ځل لاړو او دُعا يې وغوښته چې، ”اے زما پلاره، کۀ چرې دا د تکليف پياله زما د څښلو نه بغېر اخوا کېدے نۀ شى، نو ستا رضا دې وشى.“</verse>
				<verse number="43">چې يو ځل بيا هغه واپس راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل ځکه چې د هغوئ سترګې درنې شوې وې.</verse>
				<verse number="44">بيا هغۀ هغوئ پرېښودل او لاړو او په درېم ځل يې دُعا وغوښتله او هغه مخکښېنۍ خبرې يې بيا وکړلې.</verse>
				<verse number="45">بيا هغه مريدانو له راغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ولې تاسو لا هغه شان اودۀ يئ، هغه شان لا آرام کوئ؟ خو وخت راغلو چې اِبن آدم به د ګناهګارانو لاسونو ته حواله شى.</verse>
				<verse number="46">پاڅئ، ځئ چې ځو. زما مُخبر نزدې راغلے دے.“</verse>
				<verse number="47">عيسىٰ چې لا خبرې کولې نو سمدستى يهوداه چې په دولسو مريدانو کښې يو وو، هغه او ډېر خلق چې تُورې او کوتکى ورسره وې راښکاره شول هغوئ مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو رالېږلى وُو.</verse>
				<verse number="48">جاسوس هغوئ ته دا نښه ښولې وه، ”څوک چې زۀ ښکل کړم هم هغه دے، وې نيسئ.“</verse>
				<verse number="49">نو هغه سمدستى وروړاندې شو، وې وئيل چې، ”اُستاذه سلام.“ او ښکل يې کړو.</verse>
				<verse number="50">عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”ملګريه، تۀ چې څۀ کول غواړې کوه.“ بيا هغوئ راوړاندې شول، عيسىٰ يې راټينګ کړو او وې نيولو.</verse>
				<verse number="51">په هغه وخت کښې د عيسىٰ په ملګرو کښې يو تُورې ته لاس کړو او راوې ويستله او د مشر اِمام په غلام يې ګزار وکړو او د هغۀ غوږ يې پرې کړو.</verse>
				<verse number="52">خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”خپله تُوره په تيکى کښې کېږده. څوک چې تُوره چلوى په تُوره مرى.</verse>
				<verse number="53">ولې تۀ په دې نۀ پوهېږې چې زۀ د خپل پلار نه مدد وغواړم او هغه به په دې ساعت زما د مدد دپاره د فرښتو د دولسو لښکرو نه زيات راولېږى؟</verse>
				<verse number="54">نو بيا د صحيفو دا وينا به څنګه تر سره کيږى چې په کښې وئيلے شوى دى چې دا به ضرور کيږى؟“</verse>
				<verse number="55">هم په دغه وخت عيسىٰ هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ څۀ؟ زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې درکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو.</verse>
				<verse number="56">خو دا هر څۀ هم ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“ نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل.</verse>
				<verse number="57">عيسىٰ نيولے تړلے د مشر اِمام کائفس کور ته بوتلے شو چرته چې د شرعې عالمان او مشران راټول وُو.</verse>
				<verse number="58">پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو چې د دې هر څۀ اَنجام ووينى.</verse>
				<verse number="59">مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش وکړو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى.</verse>
				<verse number="60">خو داسې ګواهى يې پېدا نۀ کړے شوه، سره د دې چې ډېر کسان د دروغو ګواهۍ دپاره راوړاندې شوى وُو. آخر دوو سړو دا ګواهى وکړه چې،</verse>
				<verse number="61">”دۀ فرمائيلى وُو چې زۀ د خُدائ پاک کور نړولے شم او په درېو ورځو کښې يې بيا آبادولے شم.“</verse>
				<verse number="62">په دې مشر اِمام پاڅېدو او عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”ولې تا سره جواب نشته؟ دا اِلزامونه د څۀ دى چې هغوئ ستا خلاف ګواهى ورکوى؟“</verse>
				<verse number="63">خو عيسىٰ چپ پاتې شو. نو بيا مشر اِمام ووئيل چې، ”زۀ د ژوندى خُدائ پاک قَسم درکوم چې ووايه، تۀ په رښتيا مسيح، د خُدائ پاک زوئ يې کۀ نه؟“</verse>
				<verse number="64">عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده، خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د نن نه پس به تاسو اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“</verse>
				<verse number="65">په دې وينا مشر اِمام خپله چُوغه وشلوله او وې وئيل چې، ”دے خو کُفر وائى. د دې ګستاخۍ نه پس هم د نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟ تاسو په خپله دا کُفر واورېدو.</verse>
				<verse number="66">ستاسو فېصله څۀ ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”دے مجرم دے او د قتلولو جوګه دے.“</verse>
				<verse number="67">بيا هغوئ د هغۀ په مخ وتُوکل او په سوکونو يې ووهلو او ځينو په څپېړو ووهلو،</verse>
				<verse number="68">او وئيل يې، ”اے مسيح، کۀ تۀ په رښتيا نبى يې نو دا راته ووايه چې چا ووهلې.“</verse>
				<verse number="69">نو په دې دوران کښې پطروس بهر په صحن کښې ناست وو چې يوه وينځه ورغله او ورته يې ووئيل، ”تۀ خو هم د عيسىٰ ګليلى سره وې.“</verse>
				<verse number="70">خو پطروس د ټولو په مخکښې منکر شو او وې وئيل چې، ”زۀ نۀ پوهېږم، چې دا تاسو څۀ وايئ؟“</verse>
				<verse number="71">بيا هغه د ډيوډۍ په لور روان شو او هلته يوې بلې وينځې چې هغه وليدو نو موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”دا سړے هم د عيسىٰ ناصرى سره وو.“</verse>
				<verse number="72">يو ځل بيا هغه منکر شو او په قسمونو شو چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“</verse>
				<verse number="73">لږه شېبه وروستو د ولاړو کسانو نه يو څو کسان راغلل او پطروس ته يې ووئيل چې، ”بې‌شکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې ستا د لهجې نه دا پته لګى.“</verse>
				<verse number="74">په دې هغه په بدو ردو سر شو او قسمونه يې وخوړل چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“ په دغه وخت کښې چرګ بانګ ووئيلو.</verse>
				<verse number="75">او پطروس ته د عيسىٰ هغه خبره راياده شوه چې فرمائيلى يې وُو چې، ”د چرګ د بانګ نه مخکښې به تۀ زما نه درې ځله اِنکارى شې.“ هغه بهر ووتو او په چغو چغو يې وژړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">چې سبا شو نو مشران اِمامان او د قوم مشران راټول شول او دا منصوبه يې جوړه کړه چې عيسىٰ به څنګه وژنو.</verse>
				<verse number="2">بيا يې هغه وتړلو او روان يې کړو او رومى ګورنر پيلاطوس ته يې حواله کړو.</verse>
				<verse number="3">کله چې يهوداه مُخبر ته پته ولګېده چې په عيسىٰ باندې جرم ثابت شوے دے نو هغه پښېمانه شو او هغه د سپينو زرو دېرش سيکې يې مشرانو اِمامانو او قومى مشرانو ته واپس کړې.</verse>
				<verse number="4">هغۀ ووئيل، ”ما ګناه کړې ده چې يو بې‌ګناه سړى ته د مرګ سزا مِلاو شوې ده.“ خو هغوئ ووئيل چې، ”زمونږ پرې څۀ؟ تۀ پوهه شه او ستا کار پوهه شه.“</verse>
				<verse number="5">نو هغۀ بيا د سپينو زرو سيکې د خُدائ په کور کښې په زمکه وغورزولې او د هغوئ نه روان شو، او خپل ځان يې پانسى کړو.</verse>
				<verse number="6">مشرانو اِمامانو د سپينو زرو سيکې راوچتې کړې او وې وئيل چې، ”دا سيکې د خُدائ د کور په خزانه کښې اچول روا نۀ دى ځکه چې دا د قتل قيمت دے.“</verse>
				<verse number="7">نو صلاح يې وکړه او د کُلال زمکه يې پرې واخسته چې د مسافرو قبرستان پرې جوړ کړى.</verse>
				<verse number="8">تر نن ورځې پورې هغه زمکه د خُون په پټى ياديږى.</verse>
				<verse number="9">دغه شان د يرمياه نبى پېشګوئې تر سره شوه چې، ”هغوئ دېرش د سپينو زرو سيکې واخستلې چې هغه په بنى اِسرائيلو کښې د سر قيمت وو،</verse>
				<verse number="10">او هغه د سپينو زرو سيکې يې د کُلال په زمکه ورکړې، لکه چې مالِک ما ته حُکم راکړے دے.“</verse>
				<verse number="11">بيا يې عيسىٰ ګورنر له راوستو او چې هغه هلته ودرېدو نو ګورنر ترې تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”دا ستا وينا ده.“</verse>
				<verse number="12">او کوم اِلزام چې په هغۀ باندې مشرانو اِمامانو او اولسى مشرانو لګولے وو د هغې يې هيڅ جواب ورنۀ کړو.</verse>
				<verse number="13">بيا پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”ولې تۀ دا ټولې ګواهۍ چې ستا په خلاف کيږى نۀ اورې څۀ؟“</verse>
				<verse number="14">خو هغۀ په جواب کښې د يو ټکى نه هم اِنکار ونۀ کړو او ګورنر په دې ډېر حېران شو.</verse>
				<verse number="15">د اختر په ورځ د ګورنر دا دستور وو چې د خلقو په خوښه به يې يو قېدى آزادولو.</verse>
				<verse number="16">په دغه وخت کښې برابا نومې يو بدنام سړے په قېد کښې وو.</verse>
				<verse number="17">کله چې خلق راغونډ شول نو پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”ستاسو په خوښه زۀ څوک آزاد کړم، برابا يا عيسىٰ چې ورته مسيح وئيلے شى؟“</verse>
				<verse number="18">ځکه چې هغۀ ته پته وه چې هغوئ عيسىٰ د حسد په وجه دۀ ته حواله کړے وو.</verse>
				<verse number="19">پيلاطوس لا په تخت ناست وو چې د خپلې ښځې له طرفه ورته پېغام راغلو چې، ”دې بې‌ګناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وائې ځکه چې بيګاه په ما په دې وجه په خوب کښې ډېر مصيبت تير شو.“</verse>
				<verse number="20">تر دې وخته مشرانو اِمامانو او نورو مشرانو خلق دې ته لمسولى وُو چې د برابا آزادى وغواړى او د عيسىٰ قتل.</verse>
				<verse number="21">کله چې ګورنر دوباره ترې تپوس وکړو چې، ”په دواړو کښې څوک آزادول غواړئ؟“ هغوئ چغې کړې، ”برابا.“</verse>
				<verse number="22">پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”بيا د عيسىٰ سره څۀ وکړم څوک چې د مسيح په نوم ياديږى؟“ ټولو په يو آواز په چغو ووئيل چې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ.“</verse>
				<verse number="23">پيلاطوس ووئيل چې، ”ولې؟ په څۀ ګناه؟“ خو هغوئ نورې هم چغې کړې چې، ”په سولۍ يې کړه.“</verse>
				<verse number="24">پيلاطوس پوهه شو چې زۀ هيڅ نۀ شم کولے او فساد جوړيږى، نو هغۀ اوبۀ راوخستلې، د ټولو خلقو په وړاندې يې خپل لاسونه ووينځل او وې وئيل چې، ”زما لاسونه دې د دې سړى د خُون نه پاک وى، د دۀ د خون ذمه وارى دې ستاسو په غاړه وى.“</verse>
				<verse number="25">ټولو خلقو په يو آواز چغې کړې چې، ”د دۀ خُون دې زمونږ او زمونږ د اولاد په غاړه وى.“</verse>
				<verse number="26">نو هغۀ بيا برابا آزاد کړو او عيسىٰ يې په کوړو ووهلو او په سولۍ کولو له يې ورکړو.</verse>
				<verse number="27">بيا د ګورنر سپاهيانو عيسىٰ قلعې ته بوتلو او ټوله فوجى دسته يې ترې راچاپيره کړه.</verse>
				<verse number="28">جامې يې ترې وويستلې او سره شان چُوغه يې پرې واچوله.</verse>
				<verse number="29">او د ازغو تاج يې جوړ کړو او ورته يې په سر کړو او يو بينت يې په ښى لاس کښې ورکړو، بيا د هغۀ په مخکښې په زنګنو شول او ټوقې يې ورپورې کولې چې، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“</verse>
				<verse number="30">هغوئ په هغۀ وتُوکل او بينت يې ترې واخستو او په سر سر يې پرې ووهلو.</verse>
				<verse number="31">او چې ټوقې يې بس کړې نو چُوغه يې ترې وويستله او خپلې جامې يې ورواغوستلې. بيا يې هغه بهر په سولۍ کولو له بوتلو.</verse>
				<verse number="32">کله چې دوئ په لاره روان وُو نو شمعون نومې کرينى سړے يې په نظر شو او هغه يې په زور په بيګار راونيولو چې د عيسىٰ سولۍ يوسى.</verse>
				<verse number="33">او بيا ګولګتا نومې ځائ ته ورغلل چې مطلب يې د کوپړو ځائ دے.</verse>
				<verse number="34">هلته يې عيسىٰ ته د تريخ څيز سره ګډ کړى مے د څښلو دپاره ورکړل، خو د څَکلو نه وروستو يې ونۀ څښل.</verse>
				<verse number="35">او چې کله يې دے په سولۍ وخېژولو نو د هغۀ په جامو يې پچه واچوله. او په خپلو کښې يې تقسيم کړې.</verse>
				<verse number="36">نو بيا يې هلته څوکيدارۍ ته کښېناستل.</verse>
				<verse number="37">د هغۀ د سر دپاسه يې يوه تخته چې جرم پرې ليکلے شوے وو ټک وهله چې، دا د يهوديانو بادشاه عيسىٰ دے.</verse>
				<verse number="38">دوه ډاکوان يې هم د هغۀ سره په سولۍ کړى وُو، يو يې د هغۀ ښى او بل يې د هغۀ ګس لاس ته راځوړند کړے وو.</verse>
				<verse number="39">په لارې تېرېدونکو به عيسىٰ ته په چغو کنځل کول او په مسخرو به يې سرونه ورپورې خوځول،</verse>
				<verse number="40">”اوس ځان ته وګوره، تۀ به د خُدائ پاک دا کور ورانوې او بيا به يې په درېو ورځو کښې جوړوې. ښه نو بيا کۀ تۀ په رښتيا د خُدائ زوئ يې خپل ځان بچ کړه، او د دې سولۍ نه راکوز شه.“</verse>
				<verse number="41">دغه شان مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او مشرانو هم ورپورې مسخرې کولې،</verse>
				<verse number="42">او وئيل يې چې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. بې‌شکه کۀ دے د بنى اِسرائيلو بادشاه وى نو اوس دې د دې سولۍ نه راکوز شى، نو بيا به پرې مونږ ايمان راوړو.</verse>
				<verse number="43">د دۀ په خُدائ پاک باور وو، اوس دې دے خُدائ بچ کړى کۀ هغه يې غواړى، ځکه چې دۀ وئيل چې، زۀ د خُدائ پاک زوئ يم.“</verse>
				<verse number="44">تر دې چې د دۀ سره په سولۍ شوو مجرمانو هم دۀ ته سپکې سپورې وئيلې.</verse>
				<verse number="45">د غرمې په وخت په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د تير ماسپښين تر درېو بجو پورې وه.</verse>
				<verse number="46">او په تير ماسپښين عيسىٰ په اوچت آواز نعرې کړې، ”ايلى، ايلى، لما شبقتنى؟“ يعنې، ”اے زما خُدايه پاکه، اے زما خُدايه پاکه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟“</verse>
				<verse number="47">ځينې ولاړو خلقو چې دا واورېدل نو وې وئيل چې، ”وګورئ دے اوس الياس ته نعرې وهى.“</verse>
				<verse number="48">په هغوئ کښې يو سمدستى منډه کړه يو اسفنج يې د سرکې نه ډک کړو او د هغۀ شونډو ته يې د يوې چوکې په سر ونيولو چې وې څښى.</verse>
				<verse number="49">خو نورو ووئيل چې، ”اوس به وګورو چې الياس راشى او دے راکوز کړى.“</verse>
				<verse number="50">عيسىٰ بيا يوه تېزه کريکه کړه او ساه يې ورکړه.</verse>
				<verse number="51">هغه وخت د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه. او زلزله راغله، ګټان وچاودل،</verse>
				<verse number="52">او قبرونه وسپړدے شول او د خُدائ پاک ډېر مقدسين د خوبه رابېدار شول.</verse>
				<verse number="53">او د عيسىٰ د پاڅېدلو نه پس هغوئ د قبرونو نه راووتل، يروشلم ته ننوتل او ډېرو خلقو يې ننداره وکړه.</verse>
				<verse number="54">کله چې صوبه دار او د هغۀ سپاهيانو چې د عيسىٰ څوکيدارى يې کوله زلزله او دا ټول واقعات وليدل نو په هغوئ هيبت راغلو او وې وئيل، ”بې‌شکه چې دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو.“</verse>
				<verse number="55">ډيرې ښځې هم هلته موجودې وې او د لرې نه يې تماشه کوله. هغوئ د ګليل نه په عيسىٰ پسې خِدمت ته راغلې وې.</verse>
				<verse number="56">په هغوئ کښې يوه مريم مګدلينى وه او بله د يعقوب او د يوسف مور مريم، او د زبدى د زامنو مور وه.</verse>
				<verse number="57">کله چې ماښام شو نو د ارمتيه يو مالداره سړے وو چې نوم يې يوسف وو او د عيسىٰ مريد وو، راغلو.</verse>
				<verse number="58">هغه پيلاطوس له ورغلو او د عيسىٰ لاش يې ترې وغوښتو او پيلاطوس حکم وکړو چې ور دې کړے شى.</verse>
				<verse number="59">يوسف هغه لاش يوړو او په صفا کتان کښې يې ونغښتو،</verse>
				<verse number="60">او هغۀ په خپل نوې غار کښې کېښودو کوم چې هغۀ په ګټ کښې کنستے وو. او يو لوئ کاڼے يې د قبر خولې ته راورغړولو او ترې لاړو.</verse>
				<verse number="61">او مريم مګدلينى او هغه بله مريم دواړه يې قبر ته مخامخ ناستې وې.</verse>
				<verse number="62">په بله ورځ چې د سبت ورځ وه مشران اِمامان او نور فريسيان په جمع پيلاطوس له راغلل،</verse>
				<verse number="63">او وې وئيل چې، ”صاحبه، مونږ ته ياد دى چې هغه فريبى چې لا ژوندے وو نو وئيلى يې وُو چې زۀ به په درېمه ورځ پورته کړے شم.</verse>
				<verse number="64">نو تۀ بيا دا حکم ورکړه چې تر درېو ورځو پورې دې د دغه قبر څوکيدارى وکړے شى. هسې نه چې د هغۀ مريدان راشى، لاش يې په غلا وباسى او بيا خلقو ته وائى چې هغه پورته کړے شوے دے، او آخرى فريب يې د وړومبى فريب نه ډېر بد وى.“</verse>
				<verse number="65">پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”ځئ لاړ شئ، سپاهيان ځان سره بوځئ. څنګه مو چې خوښه وى نو هغه شان سخته څوکيدارى يې وکړئ.“</verse>
				<verse number="66">نو هغوئ لاړل، او د قبر د خولې په کاڼى يې مهرونه ولګول او د څوکيدارۍ دپاره يې پرې سپاهيان مقرر کړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="28">
				<verse number="1">د سبت ورځ تيره شوه او د اِتوار د ورځې سحر کېدونکے وو چې مريم مګدلينى او هغه بله مريم د قبر ليدو له راغلې.</verse>
				<verse number="2">ناګهانه يوه سخته زلزله راغله، د آسمان نه د مالِک خُدائ يوه فرښته راکوزه شوه، غار له راغله او هغه کاڼے يې ورغړولو او پرې کښېناسته.</verse>
				<verse number="3">مخ يې د برېښنا په شان ځلېدو او جامې يې لکه د واورو په شان سپينې وې.</verse>
				<verse number="4">څوکيداران يې په ليدو د يرې نه په لړزېدو شول او لکه د مړو پرېوتل.</verse>
				<verse number="5">فرښتې بيا ښځو ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ، ما ته پته ده چې تاسو د عيسىٰ ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ شوے وو.</verse>
				<verse number="6">هغه دلته نشته، هغه بيا پورته کړے شوے دے لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو. راشئ، هغه ځائ وګورئ چرته چې هغه پروت وو.</verse>
				<verse number="7">نو بيا زر لاړې شئ او د هغۀ مريدان خبر کړئ چې هغه له مړو نه ژوندے پاڅولے شوے دے او ستاسو نه وړاندې ګليل ته روان دے، تاسو به يې هلته ووينئ. څۀ چې درته ما ووئيل هغه ياد ساتئ.“</verse>
				<verse number="8">هغوئ د قبر نه په هيبت او خوشحالۍ لاړې او په منډه شوې چې مريدان خبر کړى.</verse>
				<verse number="9">ناڅاپى عيسىٰ په لاره پرې پېښ شو او په هغوئ يې سلام واچولو. هغوئ ورغلې او د هغۀ پښې يې ونيولې او سجده يې ورته وکړه.</verse>
				<verse number="10">بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه، لاړې شئ او زما وروڼو له دا پېغام ورکړئ چې هغوئ دې ګليل ته لاړ شى، ما به هلته ووينى.“</verse>
				<verse number="11">ښځې لا په خپله لار تللې چې ځينې څوکيداران ښار ته ننوتل او مشرانو اِمامانو ته يې ټوله قيصه تيره کړه.</verse>
				<verse number="12">بيا هغوئ مشران راغونډ کړل او صلاح يې وکړه. او مشرانو اِمامانو سپاهيانو ته غټ رشوت ورکړو،</verse>
				<verse number="13">او ورته يې ووئيل چې، ”تاسو به دا ووايئ چې د شپې چې مونږ اودۀ شو نو د هغۀ مريدان راغلل او د هغۀ لاش يې پټ کړو.“</verse>
				<verse number="14">او ورسره يې دا هم ووئيل چې، ”کۀ دا خبر د ګورنر غوږو ته ورسېدو نو مونږ به د هغۀ سره خبره وکړو او تاسو ته به هيڅ نقصان نۀ درکوى.“</verse>
				<verse number="15">نو هغوئ پېسې واخستلې او څۀ چې ورته وئيلے شوى وُو هم هغه شان يې وکړل. دغه قيصه تر نن ورځې په يهوديانو کښې خوره ده.</verse>
				<verse number="16">يوولس مريدان د ګليل هغه غر ته روان شول د کوم چې عيسىٰ ورته د تللو دپاره فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="17">کله چې هغوئ هغه وليدو نو ورته په سجده شول خو ځينې شکمن وُو.</verse>
				<verse number="18">بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.</verse>
				<verse number="19">ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ.</verse>
				<verse number="20">او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="41">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">دا د خُدائ پاک د زوئ د عيسىٰ مسيح د زيرى شروع ده،</verse>
				<verse number="2">لکه څنګه چې يشعياه نبى ليکلى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى.</verse>
				<verse number="3">په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ.“</verse>
				<verse number="4">او دغه شان په بيابان کښې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغے او دا بيان يې کولو چې، ”توبه ګار شئ او بپتسمه واخلئ او ستاسو ګناهونه به معاف شى.“</verse>
				<verse number="5">او د يهوديه د ټول مُلک او د يروشلم اوسېدونکى هغۀ له بهر راووتل، هغۀ هغوئ له د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه.</verse>
				<verse number="6">د يحيىٰ جامې د اوښ د وړۍ وې او د څرمنې پټۍ يې د ملا نه تړلې وه او مُلخان او ځنګلى شات يې خوراک وو.</verse>
				<verse number="7">هغۀ به دا اِعلان کولو چې، ”زما نه پس به هغه څوک راځى چې زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې ټيټ شم او د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.</verse>
				<verse number="8">ما خو په اوبو ستاسو بپتسمه وکړه خو هغه به تاسو له په روحُ القُدس بپتسمه درکوى.“</verse>
				<verse number="9">هم په هغه ورځو کښې داسې وشول چې د ګليل د ناصرت نه عيسىٰ راغلو او د اُردن د سيند په اوبو کښې يې د يحيىٰ نه بپتسمه واخسته.</verse>
				<verse number="10">څۀ وخت چې هغه د اوبو نه بهر راووتو نو هغۀ آسمانونه پرانستى وليدل او روحُ القُدس د کونترې په شکل کښې په هغۀ رانازل شو.</verse>
				<verse number="11">او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”تۀ زما محبوب زوئ يې، ستا نه زۀ راضى يم.“</verse>
				<verse number="12">سمدستى روحُ القُدس هغه بيابان ته په تلو مجبور کړو.</verse>
				<verse number="13">او هلته کښې هغه تر څلوېښتو ورځو پورې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شو. هغه د ځنګلى ځناورو سره وو او فرښتې د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.</verse>
				<verse number="14">نو هرکله چې يحيىٰ ګرفتار شو نو عيسىٰ ګليل ته راغلو او د خُدائ پاک د زيرى بيان يې کولو چې،</verse>
				<verse number="15">”وخت پوره شو، د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده. توبه ګار شئ او په زېرى ايمان راوړئ.“</verse>
				<verse number="16">کله چې عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو نو هغۀ دوه وروڼه وليدل چې شمعون او د هغۀ ورور اندرياس وو. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو.</verse>
				<verse number="17">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو نه آدم‌ګير جوړ کړم.“</verse>
				<verse number="18">او هغوئ سمدستى خپل جالونه پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.</verse>
				<verse number="19">کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه لږ وړاندې لاړو نو هغۀ يعقوب د زبدى زوئ، او د هغۀ ورور يوحنا وليدل، چې په خپله کشتۍ کښې ناست وُو او جالونه يې مرمت کول.</verse>
				<verse number="20">نو سمدستى هغۀ هغوئ راوبلل، او هغوئ خپل پلار زبدى د مزدورانو سره په کشتۍ کښې پرېښودو او په هغۀ پسې روان شول.</verse>
				<verse number="21">بيا دوئ د کفرنحُوم ښاريې ته لاړل نو کله چې د سبت ورځ راغله، عيسىٰ عبادتخانې ته ننوتو او هلته يې تعليم شروع کړو.</verse>
				<verse number="22">نو خلق د هغۀ په تعليم حق حېران شول. ځکه چې هغۀ د هغوئ د شرعې عالمانو په شان نه، خو په پوره اختيار سره يې تعليم ورکولو.</verse>
				<verse number="23">نو بيا په دغه وخت کښې په عبادتخانه کښې يو سړے وو چې پېرى نيولے وو. ناګهانه هغۀ چغې کړې،</verse>
				<verse number="24">”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“</verse>
				<verse number="25">عيسىٰ هغه ورټلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”چپ شه او د دۀ نه راوځه.“</verse>
				<verse number="26">او پيرى هغه سړے ډېر ولړزولو او په چغه ترې راووتلو.</verse>
				<verse number="27">هغوئ ټول حق حېران شول او د يو بل نه يې تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ دى؟ دا خو د اختيار سره يو نوے تعليم دے. تر دې چې پيريانو ته حُکم کوى، او هغوئ يې هم منى.“</verse>
				<verse number="28">نو ډېر زر په ټول ګليل کښې هغه مشهور شو.</verse>
				<verse number="29">د عبادتخانې نه په راوتو هغوئ نېغ د شمعون او اندرياس کره لاړل او يعقوب او يوحنا هم ورسره ملګرى وُو.</verse>
				<verse number="30">د شمعون خواښې تبې نيولې وه، او په کټ کښې پرته وه. هغوئ بيا د هغې د بيمارۍ حال ورته ووئيلو.</verse>
				<verse number="31">عيسىٰ ورغلو او د هغې لاس يې ونيولو او په پښو يې ودروله او تبه يې لاړه او هغه د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه.</verse>
				<verse number="32">هغه ماښام د نمر د پرېوتو نه پس هغوئ عيسىٰ له ټول بيماران او پيريانو نيولى خلق راوستل.</verse>
				<verse number="33">او ټوله ښاريه د هغۀ د کور مخې ته راټوله شوله.</verse>
				<verse number="34">عيسىٰ ډېر بيماران روغ کړل چې په مختلفو بيماريانو آخته وُو او ډېر پيريان يې وشړل. هغۀ پيريان د خبرو نه منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دا څوک دے.</verse>
				<verse number="35">سحر وختى د نمر ختو نه وړاندې عيسىٰ پاڅېدو او بهر لاړو. هغه ځان له يو خوشى بيابان ته لاړو او هلته يې دُعا کوله.</verse>
				<verse number="36">خو شمعون او د هغۀ ملګرو يې تلاش کولو چې وې مومى،</verse>
				<verse number="37">او کله چې يې وموندلو نو ورته يې ووئيل چې، ”ټول خلق ستا په تلاش کښې دى.“</verse>
				<verse number="38">هغۀ جواب ورکړو چې، ”راځئ چې نزدې ښارونو ته لاړ شُو چې زۀ هلته هم خپل بيان وکړم ځکه چې زۀ په هم دې غرض راوتلے يم.“</verse>
				<verse number="39">نو هغه په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د هغوئ په عبادتخانو کښې يې بيان کولو او پيريان يې شړل.</verse>
				<verse number="40">عيسىٰ له يو جذامى راغلو، مِنت زارى يې ورته وکړل او ورته په سجده پرېوتو، عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ وغواړې نو ما روغولے شې.“</verse>
				<verse number="41">د عيسىٰ زړۀ په هغۀ وسوزېدلو، خپل لاس يې وراوږد کړو، او د هغۀ سره يې ولګولو او ورته يې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“</verse>
				<verse number="42">نو سمدستى د هغۀ نه جذام ختم شو او هغه پاک شو.</verse>
				<verse number="43">بيا عيسىٰ هغه د دې سخت حکم سره رُخصت کړو،</verse>
				<verse number="44">”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. لاړ شه، خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“</verse>
				<verse number="45">خو هغه سړے بهر لاړو او د دې قيصې نه يې ټول خلق خبر کړل. دا خبره يې تر لرې لرې خوره کړله تر دې چې عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے او بهر به په خوشو ځايونو کښې پاتې کېدو. خو بيا به هم خلق د هر لورى نه هغۀ له راتلل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">کله چې عيسىٰ يو څو ورځې وروستو کفرنحُوم ته واپس شو نو خلقو ته دا پته ولګېده چې هغه په کور کښې دے.</verse>
				<verse number="2">او دومره ډېر خلق ورته راټول شول چې د دروازې نه بهر هم نۀ ځائېدل. او څۀ وخت چې هغۀ هغوئ ته کلام بيانولو،</verse>
				<verse number="3">نو څلورو کسانو يو شل سړے راوچت کړے وو او هغۀ له يې په پوزى کښې راوړو.</verse>
				<verse number="4">خو د ګڼې له کبله يې هغۀ ته نزدې نۀ کړے شو، نو هغوئ د کوټې چت په هغه ځائ کښې سورے کړو چرته چې عيسىٰ وو او په هغه سورې کښې يې هغه شل سړے په بستره کښې د هغۀ مخې ته ورښکته کړو.</verse>
				<verse number="5">کله چې عيسىٰ د هغوئ دا ايمان وليدو نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل، ”زما زويه، ستا ګناهونه معاف شول.“</verse>
				<verse number="6">خو هلته په دغه موقع يو څو د شرعې عالمان ناست وُو، هغوئ د ځان سره ووئيل چې،</verse>
				<verse number="7">”دا سړے داسې خبرې ولې کوى؟ دا خو کُفر دے. د خُدائ پاک نه علاوه هم لا څوک د چا ګناهونه بخښلے شى څۀ؟“</verse>
				<verse number="8">سمدستى عيسىٰ پوهه شو چې دوئ په زړۀ کښې څۀ سوچ کوى نو هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې سوالونه ولې راولئ؟</verse>
				<verse number="9">آيا دا آسانه خبره ده چې زۀ دې شل کس ته ووايم چې ګناهونه دې معاف شُو، او کۀ دا ووايم چې پاڅه خپله بستره دې واخله او وګرځه؟</verse>
				<verse number="10">خو دا ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې اِبن آدم سره په دُنيا کښې د ګناهونو د بخښلو اختيار هم شته،“ نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="11">”زۀ تا ته وايم چې، پاڅه، خپله بستره دې واخله او کور ته ځه.“</verse>
				<verse number="12">او هغه پاڅېدو، سمدستى يې خپله بستره واخسته او د ټولو په مخکښې روان شو. دغه شان هغوئ ټول حېران پاتې شول او د خُدائ پاک ثناء يې ووئيله. هغوئ ووئيل چې، ”داسې کار خو مونږ چرې هم نۀ وو ليدلے.“</verse>
				<verse number="13">عيسىٰ يو ځل بيا د درياب غاړې ته لاړو، ګڼ خلق ورله راغلل او هغۀ هلته ورته تعليم ورکړو.</verse>
				<verse number="14">څنګه چې هغه له دې ځايه لاړو هغۀ د حلفۍ زوئ ليوى د محصُول په کُرسۍ ناست وليدو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ ليوى پاڅېدو او په هغۀ پسې روان شو.</verse>
				<verse number="15">نو څۀ وخت وروستو چې عيسىٰ د ليوى په کور کښې روټۍ ته کښېناستو، ډېر محصولچيان، ګناهګاران او د هغۀ مريدان ورسره يو ځائ روټۍ ته ناست وُو، ځکه چې ډېرو خلقو هغه منلو.</verse>
				<verse number="16">ځينو فريسيانو، څوک چې د شرعې عالمان وُو چې دا وليدل چې هغه د محصولچيانو او ګناهګارانو په دې ډله کښې روټۍ ته ناست دے، نو د هغۀ مريدانو ته يې ووئيل چې، ”هغه ولې د محصولچيانو او ګناهګارو سره يو ځائ روټۍ خورى؟“</verse>
				<verse number="17">چې عيسىٰ دا خبره واورېدله نو دوئ ته يې وفرمائيل چې، ”روغو خلقو ته د طبيب حاجت نۀ وى خو بيمارانو ته يې وى. زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو له دعوت ورکړم بلکې ګناهګارانو له.“</verse>
				<verse number="18">يو ځلې چې د يحيىٰ د مريدانو او د فريسيانو روژه وه نو ځينې خلق ورله راغلل او وې وئيل چې، ”څۀ وجه ده چې د يحيىٰ مريدان او د فريسيانو مريدان خو روژه نيسى، ولې ستا مريدان يې نۀ نيسى؟“</verse>
				<verse number="19">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې د وادۀ زلمے د جنجيانو سره وى نو هغوئ روژه نيولے شى څۀ؟ ترڅو پورې چې د وادۀ زلمے د دوئ سره وى نو دوئ به روژه نۀ نيسى.</verse>
				<verse number="20">يو وخت به راشى چې د وادۀ زلمے به د دوئ نه جدا کړے شى او په هغه ورځ به دوئ روژه نيسى.</verse>
				<verse number="21">هيڅوک هم نوے پيوند په زړه چُوغه باندې نۀ لګوى، او کۀ څوک داسې کوى نو دا پيوند به چُوغه نوره هم وشلوى او نور لوئ سورے به په کښې جوړ شى.</verse>
				<verse number="22">هيڅوک هم نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ګنې نو مے به مشکونه وشلوى، مے او مشکونه دواړه به ضائع شى. خو هر څوک نوى مے په نوؤ مشکونو کښې اچوى.“</verse>
				<verse number="23">د يو سبت په ورځ عيسىٰ د فصل په پټو تېرېدو نو په تلو تلو کښې د هغۀ مريدانو وَږى راوشوکول.</verse>
				<verse number="24">فريسيانو هغۀ ته ووئيل چې، ”وګوره، کوم کار چې د سبت په ورځ ناروا وى، دوئ ولې هغه کوى؟“</verse>
				<verse number="25">هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”تاسو چرې دا نۀ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى شوى وُو او د خوراک دپاره هيڅ ورسره نۀ وُو نو څۀ يې وکړل؟</verse>
				<verse number="26">هغه د خُدائ پاک کور ته ننوتو کله چې ابياتار مشر اِمام وو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. او هغۀ څۀ خپلو دوستانو ته هم ورکړه.“</verse>
				<verse number="27">عيسىٰ ورته دا هم وفرمائيل چې، ”سبت د بنى آدم دپاره جوړ شوے دے، نه چې بنى آدم د سبت دپاره.</verse>
				<verse number="28">ځکه اِبن آدم د سبت د ورځې هم مالِک دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">عيسىٰ دوباره عبادتخانې ته ننوتو نو هلته يو داسې سړے وو چې لاس يې اوچ شوے وو.</verse>
				<verse number="2">او هغوئ دې ته کتل چې عيسىٰ به د سبت په ورځ هغه روغ کړى او کۀ نه، ځکه چې هغوئ به د هغۀ خلاف اِلزام لګولو ته تيار ناست وُو.</verse>
				<verse number="3">هغۀ اوچ لاسى سړى ته وفرمائيل چې، ”راشه، په مينځ کښې ودرېږه.“</verse>
				<verse number="4">بيا يې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ولې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد کول، د چا بچ کول روا دى کۀ وژل؟“ خو هغوئ چپ پاتې شول.</verse>
				<verse number="5">د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو.</verse>
				<verse number="6">خو فريسيان د عبادتخانې نه بهر ووتل، نو سمدستى يې د هيرودياس قبيلې سره د عيسىٰ د وژلو په منصوبه شروع وکړه.</verse>
				<verse number="7">عيسىٰ د خپلو مريدانو سره د درياب غاړې ته لاړو نو لويه ګڼه د ټول ګليل او يهوديه نه ورپسې روانه وه</verse>
				<verse number="8">چې د يروشلم، اِدوميه او د اُردن پورې غاړې، د صور او صيدا د خوا او شا نه د هغۀ ليدو له راغلل ځکه چې هغوئ دا اورېدلى وُو چې هغه عجيبه کارونه کوى.</verse>
				<verse number="9">نو هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”ما دپاره يوه کشتۍ تياره ساتئ چې ګڼه مې چخڼى نۀ کړى.“</verse>
				<verse number="10">ځکه چې هغۀ دومره ډېر بيماران روغ کړى وُو چې ټولو بيمارانو دا زور کولو چې دۀ له لاس وروړى.</verse>
				<verse number="11">او هرکله به چې پيريانو دے وليدلو نو د هغۀ په وړاندې به راغورزېدل او چغې به يې کړې چې، ”تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“</verse>
				<verse number="12">خو هغۀ به ورته په سخته وفرمائيل چې، ”ما به نۀ ښکاره کوئ.“</verse>
				<verse number="13">بيا عيسىٰ يو غر ته لاړو او هغۀ بيا هغه کسان راوغوښتل کوم چې هغۀ خوښ کړى وُو او هغوئ ورله راغلل.</verse>
				<verse number="14">هغۀ دولس کسان رسولان مقرر کړل، څوک چې به د هغۀ سره وى او د پېغام ورکولو دپاره به بهر لېږلے شى،</verse>
				<verse number="15">او د پيريانو شړلو اختيار به هم ورسره وى.</verse>
				<verse number="16">نو هغۀ دولس کسان مقرر کړل چې د هغوئ نومونه دا دى، شمعون چې پطروس نوم يې پرې کېښودو،</verse>
				<verse number="17">بيا د زبدى په زامنو يعقوب او د هغۀ په ورور يوحنا يې بونرګس يعنې د تندر زامن نوم کېښودو،</verse>
				<verse number="18">او اندرياس، فيليپوس او برتلماۍ، متى، توما او د حلفئ زوئ يعقوب، تدى او شمعون ننګيالے،</verse>
				<verse number="19">او په دوئ کښې يهوداه اِسکريوتى چا چې په دۀ جاسوسى وکړه هم وو.</verse>
				<verse number="20">نو عيسىٰ يو کور ته ننوتو او بيا دومره خلق پرې راټول شول چې دوئ روټۍ هم نۀ شوه خوړلے.</verse>
				<verse number="21">هر کله چې د هغۀ خاندان دا واورېدل نو هغوئ لاړل چې د هغۀ مخه ونيسى ځکه چې خلقو وئيل چې، ”هغه په خود کښې نۀ دے.“</verse>
				<verse number="22">هغه د شرعې عالمان څوک چې د يروشلم نه راغلى وُو، هغوئ هم وئيل چې، ”دے بعلزبول نيولے دے،“ او ”دے د پيريانو د سردار په مدد پيريان شړى.“</verse>
				<verse number="23">نو عيسىٰ بيا هغوئ راوغوښتل او په مِثالونو کښې يې ورته وفرمائيل چې، ”شېطان څنګه شېطان شړلے شى؟</verse>
				<verse number="24">کۀ يوه بادشاهى په خپلو کښې وويشلے شى نو هغه بادشاهى پاتې کېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="25">کۀ په يو کور کښې بې‌اتفاقى راشى نو هغه کور هم هيڅکله پاتې کېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="26">او کۀ چرې اِبليس د خپل ځان خلاف شى نو هغه به هم بې‌اتفاقه شى نو هغه بيا پاتې کېدے نۀ شى او د هغۀ اَنجام راورسېدو.</verse>
				<verse number="27">خو بيا څنګه يو سړے د يو زورَور سړى په کور ورتلے شى او د هغۀ مال حال لوټ کولے شى؟ ترڅو چې اول هغۀ دا زورَور سړے تړلے نۀ وى د هغۀ کور نۀ شى لوټ کولے.</verse>
				<verse number="28">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يوه ګناه او يو کُفر هم داسې نشته چې هغه بخښلے نۀ شى،</verse>
				<verse number="29">خو هر څوک چې په روحُ القُدس باندې کُفر وائى هغه به هيڅکله هم معافى ونۀ مومى او هغه به د تل عُمرى ګناه مجرم وى.“</verse>
				<verse number="30">عيسىٰ دا ځکه وفرمائيل چې هغوئ وئيل چې، ”دے پيريانو نيولے دے.“</verse>
				<verse number="31">بيا د عيسىٰ مور او وروڼه راغلل او بهر ولاړ وُو او د هغۀ د رابللو دپاره يې څوک ورولېږل.</verse>
				<verse number="32">ګڼ خلق ترې چاپېره ناست وُو او هغوئ ورته ووئيل چې، ”ستا مور او وروڼه بهر ولاړ دى، هغوئ تا سره مِلاوېدل غواړى.“</verse>
				<verse number="33">هغۀ جواب ورکړو، ”زما مور او زما وروڼه څوک دى؟“</verse>
				<verse number="34">او هغه ګېرچاپېره ناستو خلقو ته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”زما مور او وروڼه دا دى.</verse>
				<verse number="35">څوک چې د خُدائ پاک رضا کوى، هغه زما ورور خور او مور ده.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">عيسىٰ يو ځل بيا د درياب په غاړه تعليم شروع کړو او دومره ډېر خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې په درياب کښې کشتۍ ته وختو او هلته کښېناستو، او نور ټول خلق د درياب په غاړه په اوچه ورته راټول شوى وُو.</verse>
				<verse number="2">او هغۀ هغوئ ته په مِثالونو کښې د ډېرو خبرو تعليم ورکړو. او په خپل تعليم کښې هغۀ هغوئ ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="3">”واورئ، يو زميندار د کروندې دپاره بهر لاړو.</verse>
				<verse number="4">نو چې کله هغۀ په خپل پټى کښې تخم نوستلو نو څۀ تخم ترې نه په لاره پرېوتو نو مارغان راغلل هغه يې وخوړو.</verse>
				<verse number="5">څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو چرته چې لږه شان خاوره وه او دا زر راوټوکېدلو ځکه چې هلته لاندې نوره خاوره نۀ وه.</verse>
				<verse number="6">خو چې نمر راوختلو نو هغه کچه بوټى يې وسوزول او هغه اوچ شُو ځکه چې جرړې يې نۀ وې.</verse>
				<verse number="7">څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى لوئ شول او فصل يې لاندې کړو او مېوه دانه يې ونۀ نيوله.</verse>
				<verse number="8">او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو چرته چې هغه راوټوکېدو او لوئ شو او يو په دېرش يو په شپېتۀ او يو په سل غله يې وکړه.“</verse>
				<verse number="9">هغۀ بيا وفرمائيل، ”کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغه دې واورى.“</verse>
				<verse number="10">هر کله چې عيسىٰ د ګڼې نه فارغ شو نو دولسو مريدانو او نورو د هغۀ نه ځانله د مِثالونو په حقله تپوس وکړو.</verse>
				<verse number="11">هغۀ جواب ورکړو چې، ”تاسو ته د خُدائ پاک د بادشاهۍ راز درکړے شوے دے خو هغه څوک چې بهر دى، هغوئ ته هره خبره په مِثالونو کښې کيږى.</verse>
				<verse number="12">لکه څنګه چې صحيفې وائى، زۀ چې څۀ کوم هغوئ به يې په سترګو وينى، خو څۀ به هم ترې نۀ زده کوى، هغوئ به اورى خو پوهيږى به پرې نه، ګنې نو هغوئ به خُدائ پاک ته راوګرځى او وبه بخښلے شى.“</verse>
				<verse number="13">بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو په دې مِثال پوهه نۀ شوئ؟ نو بيا به تاسو په نورو مِثالونو څنګه پوهه شئ؟</verse>
				<verse number="14">زميندار کلام کَرى.</verse>
				<verse number="15">د لارې په غاړه هغه خلق دى چرته چې کلام کَرلے کيږى، او چې کلام واورى نو شېطان سمدستى راشى او کَرلے شوے کلام د دوئ نه يوسى.</verse>
				<verse number="16">دغسې هم هغه دى چې په کاڼيزه زمکه کَرلے شوى دى، څنګه چې دوئ کلام واورى نو په خوشحالۍ سره يې سمدستى قبول کړى.</verse>
				<verse number="17">خو چې جرړې يې نۀ وى، نو د زغم طاقت په کښې د لږ وخت دپاره وى، نو بيا کله چې د کلام په وجه په هغوئ تکليف يا سختى راشى نو بيا سمدستى هغوئ تيندک وخورى.</verse>
				<verse number="18">نور خلق هغوئ دى چې په غنو کښې وکرلے شُو. دا هغه خلق دى چې کلام اورى،</verse>
				<verse number="19">خو د دُنيا غم او د مال دولت لالچ او د نورو څيزونو خواهشات په مينځ کښې راشى او د کلام مرۍ خپه کړى او کلام بې‌مېوې پاتې شى.</verse>
				<verse number="20">او بيا هغه خلق دى چې تخم يې په زرخيزه زمکه پرېوتو، دوئ کلام واورى او قبول يې کړى او يو په دېرش، يو په شپېتۀ او يو په سل مېوه ونيسى.“</verse>
				<verse number="21">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو ډيوه د لوښى يا د کټ لاندې د کېښودو دپاره راوړئ؟ او ولې هغه تاسو په ډيوټ نۀ ږدئ څۀ؟</verse>
				<verse number="22">خو داسې پټ څيز نشته چې ښکاره به نۀ شى او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى.</verse>
				<verse number="23">کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغه دې واورى.“</verse>
				<verse number="24">عيسىٰ دا هم وفرمائيل، ”ما ته توجو وکړئ چې څۀ اورئ، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى، بلکې لږ څۀ زيات.</verse>
				<verse number="25">ځکه د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى، خو د چا سره چې نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.“</verse>
				<verse number="26">عيسىٰ وفرمائيل، ”د خُدائ پاک بادشاهى داسې ده چې کۀ يو سړے تخم په زمکه کښې کَرى.</verse>
				<verse number="27">او کۀ هغه د شپې او ورځې اودۀ او يا ويښ وى خو هغه په دې نۀ پوهيږى چې په زمکه کښې تخم په خپله څنګه راټوکيږى او لوئيږى.</verse>
				<verse number="28">زمکه له ځان نه غله پخپله پېدا کوى، وړومبے تېغه، بيا وَږى او بيا په وَږى کښې تيارې دانې.</verse>
				<verse number="29">خو هر کله چې فصل پوخ شى نو هغه ورپسې لور راواخلى ځکه چې د فصل د لو کولو وخت راغلے وى.“</verse>
				<verse number="30">عيسىٰ دا هم وفرمائيل، ”مونږ د خُدائ پاک بادشاهى د څۀ شى سره بيانولے شُو، يا د هغې دپاره کوم مثال استعمالولے شُو؟</verse>
				<verse number="31">دا د شړشمو د هغه تخم په شان ده کله چې په زمکه وکرلے شى، دا په زمکه کښې د ټولو تخمونو نه ورکوټے وى،</verse>
				<verse number="32">نو چې وکرلے شى دا د باغ د ټولې کروندې نه ډېر لوئيږى او دومره لوئ څانګې خورې کړى چې د هوا مارغان يې په سورى کښې جالې جوړوى.“</verse>
				<verse number="33">هغۀ به کلام دغسې په ډېرو مِثالونو ورته اورولو څومره چې هغوئ برداشت کولے شو.</verse>
				<verse number="34">هغۀ د هغوئ سره د مِثالونو نه بغېر کلام ونۀ کړو خو ځان له يې خپلو مريدانو ته هر څۀ واضحه کړل.</verse>
				<verse number="35">په هغه ورځ ماښام هغۀ مريدانو ته وفرمائيل، ”راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو.“</verse>
				<verse number="36">هغوئ ګڼه پاتې کړه او مريدانو هغه د ځان سره په کشتۍ کښې بوتلو په کومه کښې چې هغه ناست وو او د هغۀ سره نورې کِشتۍ هم وې.</verse>
				<verse number="37">خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو، چپو کِشتۍ داسې ووهله چې ډوبېدو ته نزدې شوې وه.</verse>
				<verse number="38">عيسىٰ وروستو په کِشتۍ کښې اودۀ وو او بالښت يې سر لاندې پروت وو. هغوئ هغه رابېدار کړو او ورته يې ووئيل، ”مالِکه، مونږ ډوبيږو، تا سره څۀ غم نشته؟“</verse>
				<verse number="39">هغه بېدار شو، باد يې ورټلو او درياب ته يې وفرمائيل چې، ”په آرام شه، ودرېږه.“ باد ودرېدلو نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه.</verse>
				<verse number="40">هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، تاسو لا اوس هم ايمان نۀ لرئ؟“</verse>
				<verse number="41">هغوئ يرې اخستى وُو او يو بل ته يې ووئيل، چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپې يې هم حکم منى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">او هغوئ د درياب بلې غاړې ته د ګِراسينيانو علاقې ته راغلل.</verse>
				<verse number="2">او چې کله عيسىٰ د کشتۍ نه راکوز شو، نو سمدستى يو سړے چې پيريانو نيولے وو د قبرستان نه د هغۀ سره د مِلاوېدو دپاره راووتلو.</verse>
				<verse number="3">هغه په قبرستان کښې اوسېدو او هيچا هم قابو کولے نۀ شو، تر دې چې په زنځيرونو کښې هم تړلے کېدے نۀ شو.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې هغۀ ته يې څو څو ځله زنځيرونه او هتکړۍ اچولې وې خو هغۀ زنځيرونه شلولى وُو او هتکړۍ يې ماتې کړې وې او دومره طاقتور هيڅوک نۀ وُو چې هغه يې قابو کړے وے.</verse>
				<verse number="5">شپه او ورځ به هغۀ په قبرونو او د غرونو په خوا کښې چغې وهلې او ځان به يې په کاڼو زخمى کولو.</verse>
				<verse number="6">کله چې هغۀ عيسىٰ د لرې نه وليدلو نو هغۀ ورمنډه کړه او سجده يې ورته وکړه،</verse>
				<verse number="7">او په چغو يې ووئيل، ”اے عيسىٰ، د خُدائ تعالىٰ زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ خُدائ ته وګوره چې ما مۀ په عذابوه.“</verse>
				<verse number="8">ځکه چې عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل، ”اے پيريانو، د دې سړى نه راوځئ.“</verse>
				<verse number="9">بيا عيسىٰ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نوم دې څۀ دے؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”زما نوم لښکر دے، ځکه چې مونږ ډېر يُو.“</verse>
				<verse number="10">او هغۀ مِنت زارى ورته وکړه چې دوئ د دې علاقې نه ونۀ شړى.</verse>
				<verse number="11">نو هلته د غرۀ په خوا کښې د خنزيرانو يوه لويه رمه څرېدله.</verse>
				<verse number="12">او پيريانو زارى ورته وکړه چې، ”مونږ خنزيرانو ته ولېږه او د ورننوتو اجازت راکړه.“</verse>
				<verse number="13">نو هغۀ هغوئ ته اجازت ورکړو او پيريان راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او خوا او شا د دوه زره خنزيرانو دغه رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او په اوبو کښې ډوبه شوه.</verse>
				<verse number="14">د خنزيرانو ساتونکى وتښتېدل او دا خبر يې ښار او خوا او شا بانډو ته ورسولو او خلق د دې واقعې تماشې له راووتل.</verse>
				<verse number="15">هغوئ عيسىٰ له راغلل او هغه سړے چې د پيريانو لښکر نيولے وو هغه يې وليدو چې جامې يې اغوستې دى او هلته سم دم ناست دے نو هغوئ ويرېدل.</verse>
				<verse number="16">کومو خلقو چې دا واقعه ليدلې وه، هغوئ نورو خلقو ته ووئيل چې دا پيريانو نيولے سړے څنګه روغ شو او د خنزيرانو سره څۀ وشول.</verse>
				<verse number="17">بيا هغوئ عيسىٰ ته مِنت زارى وکړه چې، ”زمونږ د علاقې نه لاړ شه.“</verse>
				<verse number="18">څۀ وخت چې عيسىٰ کِشتۍ ته ورختلو نو کوم سړے چې پيريانو نيولے وو، هغۀ هم ورسره د تلو خواست وکړو.</verse>
				<verse number="19">خو عيسىٰ د دې اجازت ورنۀ کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”خپل کور ته واپس لاړ شه او خپلو خپلوانو ته ووايه چې مالِک خُدائ ستا دپاره هر څۀ وکړل او خپل څومره فضل يې تا ته ښکاره کړو.“</verse>
				<verse number="20">هغه لاړو او په دِکپولس کښې يې هغه څۀ بيان کړل، چې عيسىٰ د هغۀ دپاره کړى وُو او ټول خلق حق حېران شول.</verse>
				<verse number="21">کله چې عيسىٰ بيا د درياب بلې غاړې ته په کشتۍ کښې پورې وتلو، نو يوه لويه ګڼه ترې راچاپيره شوه، او هغه لا د درياب په غاړه وو.</verse>
				<verse number="22">نو د عبادتخانې يو مشر چې يائير نوم يې وو راغلو او کله چې يې هغه وليدو نو هغۀ ته په پښو پرېوتو.</verse>
				<verse number="23">او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”زما وړه لور مرګى حال ده. ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده، نو هغه به روغه او ژوندۍ شى.“</verse>
				<verse number="24">عيسىٰ د هغۀ سره لاړو، او دومره لويه ګڼه وه چې هغه يې په مينځ کښې راګېر کړے وو.</verse>
				<verse number="25">په هغوئ کښې يوه ښځه وه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله.</verse>
				<verse number="26">هغې د ډېرو ډاکټرانو د علاج په وجه زيات تکليف برداشت کړو او خپل ټول مال يې په ځان ولګولو خو هيڅ فرق يې ونۀ شو او تکليف يې لا نور هم سېوا شو.</verse>
				<verse number="27">هغې د عيسىٰ په حقله اورېدلى وُو، نو هغه د شا د طرفه په ګڼه کښې راغله او د هغۀ چُوغې له يې لاس وروړو،</verse>
				<verse number="28">ځکه چې هغې په زړۀ کښې دا وئيل، ”کۀ زۀ يې صرف چُوغې له لاس هم وروړم نو جوړه به شم.“</verse>
				<verse number="29">خو په هم هغه ساعت د ښځې وينه بنده شوه او په ځان پوهه شوه چې د عذاب نه خلاصه شوه.</verse>
				<verse number="30">په هغه ساعت عيسىٰ په ځان پوهه شو چې د هغۀ نه يو طاقت رابهر شو. عيسىٰ په ګڼه کښې مخ راواړولو او تپوس يې وکړو چې، ”زما چُوغې له چا لاس وروړو؟“</verse>
				<verse number="31">د هغۀ مريدانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دا ګڼه په خپله وينې چې ستا طرف ته زور کوى، او بيا هم دا تپوس کوې چې دا چا ما له لاس راوړو؟“</verse>
				<verse number="32">خو هغۀ ګېرچاپېره وکتل چې دا څوک وو.</verse>
				<verse number="33">خو ښځه چې په ځان پوهه شوه چې په هغې څۀ شوى دى، نو د يرې نه په رپېدو شوه، د هغۀ په وړاندې په ګوډو شوه، او ټول حقيقت يې ورته ووئيلو.</verse>
				<verse number="34">هغۀ هغې ته وفرمائيل چې، ”زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې. په خير لاړه شه او د دې تکليف نه روغه شه.“</verse>
				<verse number="35">هغۀ لا دا خبرې کولې چې د عبادتخانې د مشر د کوره څۀ خلق راغلل چې خبر ورکړى چې، ”ستا لور مړه شوه، اُستاذ له تکليف څۀ له ورکوې؟“</verse>
				<verse number="36">خو عيسىٰ چې دا خبره واورېده نو د عبادتخانې مشر ته يې وفرمائيل چې، ”يرېږه مه، صرف ايمان وساته.“</verse>
				<verse number="37">هغۀ بغېر د پطروس، يعقوب او د يعقوب د ورور يوحنا نه بل څوک ځان سره بونۀ تلل.</verse>
				<verse number="38">کله چې هغوئ د عبادتخانې د مشر کور ته ورغلل، هلته هغۀ لويه ګڼه د خلقو ژړا او انګولا وليدله چې په چغو يې ژړل.</verse>
				<verse number="39">کله چې عيسىٰ ننوتلو هغوئ ته يې وفرمائيل، ”ولې تاسو ژړا انګولا او وير کوئ؟ جينۍ مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“</verse>
				<verse number="40">خو هغوئ ورپورې وخندل. بيا هغۀ ټول خلق بهر کړل او هغۀ د جينۍ مور، پلار او خپل ملګرى د ځان سره کړل او هلته ورغلل چرته چې جينۍ پرته وه.</verse>
				<verse number="41">بيا يې هغه د لاسه ونيوله او هغې ته يې وفرمائيل، ”تليتا قومى،“ چې مطلب يې دا دے، ”پاڅه زما بچۍ.“</verse>
				<verse number="42">جينۍ سمدستى پاڅېدله او روانه شوه. هغه د دولسو کالو وه. په دې هغوئ ټول اريان دريان شول.</verse>
				<verse number="43">هغۀ هغوئ ته په سخته وفرمائيل چې، ”ګورئ په دې څوک خبر نۀ شى،“ او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”هغې له څۀ ورکړئ چې وې خورى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">عيسىٰ د هغه ځائ نه روان شو او د خپلو مريدانو سره خپل ښار ته راغلو.</verse>
				<verse number="2">هرکله چې د سبت ورځ راغله نو هغۀ په عبادتخانه کښې تعليم ورکړو او ډېرو خلقو چې د هغۀ تعليم واورېدلو نو حېران شول او وې وئيل چې، ”هغۀ دا خبرې د کومه زده کړې؟ او دا پوهه دۀ له څنګه ورکړے شوه؟ او دے دا معجزې څنګه کوى؟</verse>
				<verse number="3">دا هغه ترکاڼ نۀ دے، د مريمې زوئ، د يعقوب، د يوسف، د يهوداه او د شمعون ورور نۀ دے څۀ؟ او ولې د دۀ خوېندې دلته مونږ سره نۀ دى؟“ دغه شان هغوئ دے قبول نۀ کړو.</verse>
				<verse number="4">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د نبى په هر ځائ کښې عزت وى بغېر د خپل ښار او د خپلو خپلوانو او د خپل خاندان نه.“</verse>
				<verse number="5">هغۀ هلته معجزې ښکاره نۀ کړې بغېر د دې نه چې خپل لاسونه يې په يو څو بيمارانو راښکل او هغوئ يې روغ کړل.</verse>
				<verse number="6">او هغه د هغوئ په بې‌ايمانۍ حېران شو. نو بيا هغه په ګېرچاپېره کلو کښې ګرځېدو او تعليم يې ورکولو.</verse>
				<verse number="7">هغۀ دولس مريدان راوغوښتل او دوه دوه تنه يې لېږل شروع کړل او هغوئ له يې د پيريانو د شړلو اختيار ورکړو.</verse>
				<verse number="8">هغۀ ورته حکم وکړو چې، ”د سفر دپاره د يوې امسا نه بغېر بل هيڅ مۀ اخلئ، نۀ روټۍ، نۀ تيلۍ او نۀ په بټوه کښې پېسې.</verse>
				<verse number="9">پېزار په پښو کړئ خو دوېم قميص مۀ اخلئ.“</verse>
				<verse number="10">او ورته يې وفرمائيل چې، ”کۀ چرته تاسو کوم کور ته ننوځئ نو هلته پاتې شئ تر هغې چې د هغه ځايه بل ځائ ته رُخصت شئ.</verse>
				<verse number="11">او چې په کوم ځائ کښې خلق تاسو قبول نۀ کړى او غوږ درته ونۀ نيسى نو چې کله تاسو هغه ځائ پرېږدئ نو د خپلو پښو نه دوړې وڅنډئ چې د هغوئ خلاف ګواهى شى.“</verse>
				<verse number="12">نو هغوئ بهر لاړل او دا بيان يې کولو چې توبه ګار شئ.</verse>
				<verse number="13">هغوئ ډېر پيريان وشړل او ډېر بيماران يې په تېلو مسح کړل او ډېرو خلقو له يې شفا ورکړه.</verse>
				<verse number="14">نو هيروديس بادشاه د دې نه خبر شو ځکه چې د عيسىٰ نامه مشهوره شوه. ځينې خلقو دا وئيل چې، ”بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ بيا د مرو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“</verse>
				<verse number="15">خو نورو وئيل چې، ”دا الياس دے.“ او ځينو وئيل چې، ”دا د پخوانو نبيانو په شان لوئ نبى دے.“</verse>
				<verse number="16">خو چې هيروديس د عيسىٰ په حقله واورېدل نو وې وئيل چې، ”هغه يحيىٰ چې ما يې سر پرې کړے وو بيا راژوندے شوے دے.“</verse>
				<verse number="17">ځکه هيروديس د خپل ورور فيليپوس د ښځې هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، په زنځير يې تړلے وو او په قېدخانه کښې يې اچولے وو. ځکه چې هيروديس بادشاه اوس پخپله د هيرودياس سره وادۀ کړے وو.</verse>
				<verse number="18">او يحيىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د خپل ورور د ښځې سره نِکاح کول په تا حرام دى.“</verse>
				<verse number="19">نو په دې وجه د هغۀ ښځې هيرودياس ورسره کينه لرله او غوښتل يې چې هغه قتل کړى خو کولے يې نۀ شو،</verse>
				<verse number="20">ځکه چې هيروديس د يحيىٰ نه په دې يرېدو چې هغۀ ته معلومه وه چې دے پاک او نېک سړے دے، ځکه يې د هغۀ ساتنه وکړه. هيروديس دا غوښتل چې د هغۀ خبرې واورى اګر چې د هغۀ خبرو هغه ډېر وارخطا کړے وو.</verse>
				<verse number="21">خو آخر هيرودياس ته دا موقع مِلاو شوه کله چې هيروديس په خپله سالګره کښې خپلو اميرانو، فوجى آفسرانو او د ګليل لويو خلقو ته مېلمستيا کړې وه.</verse>
				<verse number="22">د هغې لور دننه راغله او ګډه شوه او هيروديس او د هغۀ مېلمانۀ دومره خوشحاله شول چې بادشاه جينۍ ته ووئيل، ”څۀ چې غواړې وې غواړه، نو زۀ به يې درکړم.“</verse>
				<verse number="23">او هغۀ هغې ته قسم وخوړو، ”هر څۀ چې تۀ غواړې، زۀ به يې درکړم تر خپلې نيمې بادشاهۍ پورې.“</verse>
				<verse number="24">هغه بهر ووتله او خپلې مور ته يې ووئيل چې، ”زۀ ترې څۀ وغواړم؟“ هغې جواب ورکړو، ”د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر.“</verse>
				<verse number="25">جينۍ سمدستى بادشاه له ورغله او خواست يې وکړو، ”زۀ غواړم چې تۀ ما ته اوس دلته د بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ سر په تالى کښې راوړې.“</verse>
				<verse number="26">بادشاه ډېر زيات غمژن شو خو د خپلو قسمونو او د مېلمنو په وجه يې دا نۀ غوښتل چې د هغې د خواست نه اِنکار وکړى.</verse>
				<verse number="27">نو بادشاه سمدستى سپاهى له حُکم ورکړو چې، ”لاړ شه، د يحيىٰ سر راوړه.“ سپاهى لاړو په قېدخانه کښې يې د هغۀ سر پرې کړو</verse>
				<verse number="28">او په يو تالى کښې يې راوړو او جينۍ ته يې پېش کړو، او بيا هغې خپلې مور له ورکړو.</verse>
				<verse number="29">کله چې د يحيىٰ مريدان د دې نه خبر شول نو راغلل د هغۀ لاش يې واخستو او په قبر کښې يې کېښودو.</verse>
				<verse number="30">رسولان بيا عيسىٰ ته راټول شول او هر څۀ چې يې کړى او ښودلى وُو هغه يې ترې خبر کړو.</verse>
				<verse number="31">هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ما پسې راځئ چې چرته خوشى بيابان ته لاړ شُو چې تاسو لږ آرام وکړئ.“ ځکه چې دومره زيات خلق تلل راتلل چې هغوئ روټۍ خوړلو ته هم نۀ وزګارېدل.</verse>
				<verse number="32">بيا هغوئ په کشتۍ کښې کښېناستل او يو خوشى بيابان ته لاړل.</verse>
				<verse number="33">خو ډېرو خلقو هغوئ په تلو کښې وليدل او وې پېژندل او بيا هغوئ د ټولو ښاريو نه هغه ځائ ته پياده لاړل او د هغوئ نه وړاندې ورسېدل.</verse>
				<verse number="34">هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده او زړۀ يې پرې وسوزېدلو ځکه چې هغوئ د داسې ګډو په شان وُو چې شپون ورسره نۀ وى او هغۀ هغوئ ته د ډېرو خبرو په حقله تعليم ورکړو.</verse>
				<verse number="35">هر کله چې ورځ په تېرېدو شوه د هغۀ مريدان هغۀ له ورغلل او وې وئيل چې، ”دا خوشے بيابان دے او ناوخته دے.</verse>
				<verse number="36">دا خلق خوا او شا کلو او بانډو ته رُخصت کړه چې لاړ شى خپل ځان له د خوراک څۀ څيزونه واخلى.“</verse>
				<verse number="37">خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو د ځانه دوئ له د خوراک څۀ ورکړئ چې وې خورى.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ولې مونږ لاړ شُو او د دوو سوو دينارو روټۍ د دوئ د خوړلو دپاره واخلو؟“</verse>
				<verse number="38">هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو سره څومره روټۍ دى؟ لاړ شئ او وې ګورئ.“ هغوئ لاړل، وې کتلې او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى.“</verse>
				<verse number="39">بيا هغۀ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”په شين کبل د دې خلقو پېنډه جوړه کړئ.“</verse>
				<verse number="40">نو هغوئ د پنځوسو او سلو کسانو په پېنډو کښې کښېناستل.</verse>
				<verse number="41">بيا هغۀ پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل، آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو او روټۍ يې ماتې کړې. او هغه يې مريدانو له ورکړې چې د خلقو په وړاندې کېږدى. او هغۀ هم هغه دوه کبان په هغوئ ټولو تقسيم کړل.</verse>
				<verse number="42">هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو.</verse>
				<verse number="43">او مريدانو د پاتې شوو روټو او کبانو نه دولس ډکې ټوکرۍ راټولې کړې.</verse>
				<verse number="44">نو دا روټۍ څۀ پينځۀ زره سړو وخوړله.</verse>
				<verse number="45">بيا سمدستى عيسىٰ خپل مريدان کشتۍ ته وخېژول چې د هغوئ نه وړاندې د درياب پورې غاړې بيتِ‌صيدا ته لاړ شى، نو چې هغه په خپله د خلقو ګڼه رُخصت کړى.</verse>
				<verse number="46">چې هغوئ يې رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته وختلو چې دُعا وکړى.</verse>
				<verse number="47">کله چې ماښام ناوخته شو او کِشتۍ په اوبو کښې وړاندې تلې وه او هغه په اوچه کښې بلکل ځان له وو.</verse>
				<verse number="48">عيسىٰ وليدل چې هغوئ د کشتۍ په بوتلو کښې په تکليف دى ځکه چې هوا د مخالف طرف نه وه. او عيسىٰ په شپه کښې د سحر کېدو نه لږ وړاندې د اوبو دپاسه د هغوئ په طرف ورروان وو. نو هغه په هغوئ اوړېدو،</verse>
				<verse number="49">خو کله چې هغوئ عيسىٰ د اوبو دپاسه روان وليدو، نو دا سوچ يې وکړو چې ګنې دا پيرے دے او چغې يې کړې،</verse>
				<verse number="50">ځکه چې هغوئ ټولو دے وليدلو او يرې واخستل. خو هغۀ سمدستى وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ. دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.“</verse>
				<verse number="51">بيا هغه د هغوئ سره کِشتۍ ته وختلو او طوفان ودرېدلو. په دې هغوئ بلکل اريان دريان شول،</verse>
				<verse number="52">ځکه چې هغوئ لا د روټۍ په هغه واقعه پوهه نۀ وُو، د هغوئ زړونه سخت شوى وُو.</verse>
				<verse number="53">کله چې هغوئ پورې غاړې ته ورسېدل نو هغوئ د ګِنيسرت علاقې ته راغلل او هلته يې کِشتۍ په ګودر وتړله.</verse>
				<verse number="54">کله چې هغوئ د کشتۍ نه راکوز شول نو خلقو سمدستى عيسىٰ وپېژندو.</verse>
				<verse number="55">او خلق ګېرچاپېره علاقې ته په منډه لاړل او د هرې خوا نه يې بيماران په پوزَکو کښې ورته راوړل.</verse>
				<verse number="56">او هر چرته چې به هغه تلو، کلو، ښارونو، يا بانډو ته، هغوئ به په بازارونو کښې ورته بيماران کښېنول او هغۀ ته يې مِنت وکړو چې دوئ له دومره اجازت ورکړه چې ستا لمنې له لاس وروړى، او هر چا چې لاس وروړو، هغه بلکل روغ شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">فريسيان او ځينې د شرعې عالمان د يروشلم نه عيسىٰ له راغلل او هغۀ ته راټول شول.</verse>
				<verse number="2">نو هغوئ وليدل چې د هغۀ مريدان په ناوينځلو لاسونو روټۍ خورى.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې فريسيان او ټول يهوديان د خپلو مشرانو د رواياتو په مطابق هيڅکله هم په ناوينځلو لاسونو روټۍ نۀ خورى.</verse>
				<verse number="4">کله چې هغوئ د بازار نه راشى تر هغې خوراک نۀ کوى ترڅو چې يې غسل نۀ وى کړے، او ډېر نور داسې رِواجونه دى چې هغوئ په کښې د رواياتو پابندى کوى، لکه د پيالو، پَتيلو او د تانبې لوښو وينځل دى.</verse>
				<verse number="5">ځکه فريسيانو او د شرعې عالمانو د هغۀ نه دا تپوس وکړو چې، ”ستا مريدان ولې په ناوينځلو لاسونو روټۍ خورى او د مشرانو د رواياتو پابندى نۀ کوى؟“</verse>
				<verse number="6">هغۀ جواب ورکړو چې، ”يشعياه نبى ستاسو رياکارانو په حقله په رښتيا سره دا پېشګوئې کړې وه، لکه چې ليکلے شوى دى چې، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې زما نه ډېر لرې دى.</verse>
				<verse number="7">خو دوئ بې‌فائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د مذهبى تعليم په ډول ورکوى.“</verse>
				<verse number="8">تاسو د خُدائ پاک حُکم خو شاته غورزوئ او د بنى آدمو د رواياتو پابندى کوئ.“</verse>
				<verse number="9">بيا عيسىٰ هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې، ”تاسو په چالاکۍ سره د خُدائ پاک حکم ماتوئ، صرف چې د خپلو رواياتو پابندى وکړئ.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې موسىٰ وفرمائيل، ”د خپل مور او پلار عزت کوئ،“ او، ”هر څوک چې خپل مور يا پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.“</verse>
				<verse number="11">خو کۀ تاسو مور پلار ته ووايئ چې، زۀ تاسو له څۀ نۀ شم درکولے ځکه چې څۀ ما تاسو له درکول نو د هغې ما منښته نيولې ده چې د خُدائ پاک په نامه به يې ورکړم،</verse>
				<verse number="12">نو هغه نور د مور او پلار د حق نه بېخى بې‌غمه شو.</verse>
				<verse number="13">نو دغه شان تاسو د خپلو رواياتو په وجه د خُدائ پاک حُکمونه منسوخ کوئ او نور ډېر کارونه هم په دې شان کوئ.“</verse>
				<verse number="14">بيا هغۀ خلقو ته آواز وکړو او وې فرمائيل چې، ”تاسو ټول زما خبره واورئ او ځان پرې پوهه کړئ.</verse>
				<verse number="15">داسې هيڅ څيز نشته چې انسان يې تېر کړى او هغه پرې پليت شى خو هر هغه څيز چې د انسان نه راوځى هغه انسان پليتوى.</verse>
				<verse number="16">کۀ تاسو د اورېدو قابل غوږونه لرئ نو واورئ.“</verse>
				<verse number="17">هر کله چې عيسىٰ د دې خلقو نه بېل شو او کور ته لاړو نو د هغۀ مريدانو د دې مِثال په حقله د هغۀ نه تپوس وکړو.</verse>
				<verse number="18">هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو هم لا د نورو په شان ناپوهه يئ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې څۀ هم د انسان په بدن کښې د بهر نه دننه شى په دې هغه نۀ پليتيږى.</verse>
				<verse number="19">ځکه چې دا د هغۀ په زړۀ کښې نۀ ننوځى بلکې د هغۀ خېټې ته لاړ شى او بيا هغه د بدن نه بهر وځى؟“ ځکه هغۀ ټول خوراکونه پاک ګڼل.</verse>
				<verse number="20">هغۀ وړاندې وفرمائيل، ”څۀ چې د انسان نه راوځى هم هغه انسان پليتوى.</verse>
				<verse number="21">ځکه چې د انسان د زړۀ نه بد خيالونه راوځى، حرام کارى، غلاګانې، قتلونه، زناکارى،</verse>
				<verse number="22">حرص، بدى، ټګى، بې‌شرمى، کينه، غېبت، مغرورتيا او بې‌وقوفى.</verse>
				<verse number="23">دا ټول بد کارونه د وجود دننه نه راوځى او دا انسان پليتوى.“</verse>
				<verse number="24">بيا عيسىٰ د هغه ځايه رُخصت شو او د صور سرحد ته لاړو. هلته هغه يو کور ته ورغلو، هغۀ دا نۀ غوښتل چې څوک ترې خبر شى، خو هغۀ خپل ځان پټ نۀ کړے شو،</verse>
				<verse number="25">نو بيا په هغه وخت د يوې ښځې وړه لور چې پيريانو نيولې وه نو څنګه چې هغه د هغۀ نه خبر شوه، نو زر دننه راغله او د دۀ په پښو پرېوته.</verse>
				<verse number="26">هغه د يونانى نسل او د صورفينکى د علاقې وه. هغې هغۀ ته مِنت وکړو چې، ”زما د لور نه پيرے وشړه.“</verse>
				<verse number="27">هغۀ هغې ښځې ته وفرمائيل چې، ”اول بچى په خېټه مَړول پکار دى، دا مناسب نۀ دى چې د ماشومانو برخه روټۍ دې څوک واخلى او سپو ته دې واچوى.“</verse>
				<verse number="28">هغې ورته ووئيل، ”مالِکه، بې‌شکه خو سپى هم د بچو د مېز د لاندې ټوکړې خورى.“</verse>
				<verse number="29">هغۀ هغې ته وفرمائيل، ”تا چې دا ووئيل نو بې‌غمه کور ته لاړه شه، پيرے ستا د لور نه تلے دے.“</verse>
				<verse number="30">او هر کله چې هغه کور ته راغله نو لور يې په کټ کښې پرته وليدله او پيرے ترې تلے وو.</verse>
				<verse number="31">د صور د علاقې نه په واپسۍ عيسىٰ د صيدا په لارې د دِکپولس په حدونو تېر شو او د ګليل د درياب علاقې ته ورسېدلو.</verse>
				<verse number="32">نو خلقو هغۀ له يو کُوڼ سړے راوستو چې چاړا هم وو او منت يې ورته وکړو چې په هغۀ خپل لاس کېږدى.</verse>
				<verse number="33">هغۀ هغه سړے د خلقو نه يو خوا ته بوتلو، او خپلې ګوتې يې د هغۀ په غوږونو کښې وردننه کړې او په خپلو لاړو يې د هغۀ ژبه مسح کړه.</verse>
				<verse number="34">بيا يې آسمان ته وکتل او اسويلے يې وکړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِفتح،“ يعنې، ”پرانستے شه.“</verse>
				<verse number="35">د دې سره د هغۀ غوږونه خلاص شول او ژبه يې ګويا شوه.</verse>
				<verse number="36">عيسىٰ هغوئ منع کړل، او وې فرمائيل چې چا ته حال مۀ وايئ. خو هر څومره چې هغۀ منع کول، دومره به هغوئ خبره خوروله.</verse>
				<verse number="37">د هغوئ د حېرانېدو څۀ حد نۀ وو. هغوئ ووئيل چې، ”دے چې څۀ هم کوى ډېر يې ښۀ کوى، تر دې چې هغه کڼو له غوږونه او چاړاګانو له ژبې ورکوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">په هغه ورځو کښې په يوه بله موقع چې بيا ډېر خلق راجمع شوى وُو او ورسره د خوړلو څۀ نۀ وُو، عيسىٰ خپل مريدان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل،</verse>
				<verse number="2">”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته.</verse>
				<verse number="3">کۀ چرې زۀ دوئ کورونو ته اوږى رُخصت کړم نو دوئ به په لاره بې‌هوشه شى ځکه چې ځينې په کښې د لرې نه راغلى دى.“</verse>
				<verse number="4">مريدانو جواب ورکړو چې، ”په دې خوشى بيابان کښې به څوک دومره خلقو له روټۍ ورکړے شى؟“</verse>
				<verse number="5">عيسىٰ هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”تاسو سره څو روټۍ دى؟“ نو هغوئ جواب ورکړو، ”اووۀ.“</verse>
				<verse number="6">نو هغۀ خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”په زمکه کښېنئ.“ بيا هغۀ هغه اووۀ روټۍ راواخستلې، د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او هغه روټۍ يې ماتې کړې او مريدانو له يې د ويشلو دپاره ورکړې او هغوئ خلقو له ورکړې.</verse>
				<verse number="7">د هغوئ سره يو څو واړۀ کبان هم وُو چې په هغې يې هم شُکر وويستو او حُکم يې وکړو چې، ”دا هم پرې تقسيم کړئ.“</verse>
				<verse number="8">هغوئ ټولو خوراک په مړه خېټه وکړو، او د پاتې شوو ټوکړو نه اووۀ لوئې ټوکرۍ هم ډکې شولې.</verse>
				<verse number="9">خوا او شا خلق څلور زره کسان وُو. او د روټۍ خوړلو نه وروستو يې بيا هغوئ کور ته رُخصت کړل.</verse>
				<verse number="10">او سمدستى د خپلو مريدانو سره کِشتۍ ته وختلو او د دلمنوته علاقې ته لاړو.</verse>
				<verse number="11">نو بيا فريسيان بهر راووتل او د عيسىٰ سره يې بحث شروع کړو. د آزمېښت په توګه يې ورنه څۀ آسمانى نښه وغوښته.</verse>
				<verse number="12">هغۀ د ځان سره يو سوړ اسويلے وکړو او وې فرمائيل چې، ”دا پيړۍ ولې نښه غواړى؟ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يوه نښه به هم دې پيړۍ ته ورنۀ کړے شى.“</verse>
				<verse number="13">هغۀ دوئ پرېښودل او بيا کِشتۍ ته وختلو او د درياب پورې غاړې ته لاړو.</verse>
				<verse number="14">خو د مريدانو نه د ځان سره روټۍ وړل هېر شوى وُو. په کشتۍ کښې د هغوئ سره صرف يوه روټۍ وه.</verse>
				<verse number="15">عيسىٰ هغوئ له خبردارے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”خبردار د فريسيانو او د هيروديس د خمبيرې نه ځان وساتئ.“</verse>
				<verse number="16">هغوئ په خپلو کښې يو بل ته ووئيل چې، ”دا ځکه چې مونږ سره روټۍ نشته.“</verse>
				<verse number="17">هغه د هغوئ په سوچونو پوهه شو نو تپوس يې ترې وکړو، ”دا تاسو داسې خبرې ولې کوئ چې ګنې روټۍ درسره نشته؟ ولې تاسو تر اوسه نۀ وينئ او لا تر اوسه نۀ پوهېږئ څۀ؟ ولې ستاسو زړونه تر اوسه سخت دى څۀ؟</verse>
				<verse number="18">ولې تاسو سترګې خو لرئ، خو تاسو وينئ نه؟ ولې تاسو غوږونه خو لرئ، خو اورئ نه؟ ولې تاسو ته ياد نۀ دى څۀ؟</verse>
				<verse number="19">کله چې ما پينځۀ روټۍ پينځۀ زره کسانو ته ماتې کړې، نو تاسو د پاتې شوو ټوکړو نه څومره ډکې ټوکرۍ راټولې کړې وې؟“ هغوئ ورته ووئيل چې، ”دولس.“</verse>
				<verse number="20">”او چې کله مې اووۀ روټۍ څلور زرو کسانو ته ماتې کړې، نو تاسو د پاتې شوو ټوکړو نه څومره لوئې ټوکرۍ ډکې کړې وې؟“ نو هغوئ جواب ورکړو، ”اووۀ.“</verse>
				<verse number="21">نو هغۀ وفرمائيل چې، ”لا تر اوسه هم نۀ پوهېږئ؟“</verse>
				<verse number="22">کله چې هغوئ بيتِ‌صيدا ته ورسېدل نو څۀ خلقو عيسىٰ له يو ړوند سړے راوستو او مِنت يې ورته وکړو چې په هغۀ خپل لاس کېږدى.</verse>
				<verse number="23">بيا هغۀ ړوند سړے د لاسه ونيولو او د کلى نه يې بهر بوتلو. او د هغۀ په سترګو يې لاړې پورې کړې او لاسونه يې پرې کېښودل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تا ته څۀ ښکارى او کۀ نه؟“</verse>
				<verse number="24">د سړى سترګې بينا شوې او وې وئيل، ”زۀ خلق وينم خو هغوئ ګرځى راګرځى او د ونو په شان ښکارى.“</verse>
				<verse number="25">عيسىٰ بيا د هغۀ په سترګو لاسونه کېښودل او د هغۀ سترګې يې کولاو کړې، نو د هغۀ نظر ټيک شو او هر څۀ يې صفا وليدل.</verse>
				<verse number="26">بيا عيسىٰ هغه کور ته رُخصت کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”کور ته د تلو په لار کښې په کلى کښې مۀ ګرځه.“</verse>
				<verse number="27">عيسىٰ د خپلو مريدانو سره قيصريه فيليپى ته لاړو. هغۀ په لاره د خپلو مريدانو نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې زۀ څوک يم؟“</verse>
				<verse number="28">هغوئ جواب ورکړو، ”څوک دې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ، او څوک دې الياس، او څوک دې د نبيانو نه يو نبى ګڼى.“</verse>
				<verse number="29">هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ وايئ چې زۀ څوک يم؟“ پطروس جواب ورکړو چې، ”تۀ مسيح يې.“</verse>
				<verse number="30">بيا هغۀ هغوئ په سختۍ سره منع کړل چې، د هغۀ په حقله هيچا ته مۀ وايئ.</verse>
				<verse number="31">بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى مشران او مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“</verse>
				<verse number="32">هغۀ دا خبره په صفا ټکو کښې ووئيله. بيا پطروس هغه د لاس نه ونيوو او يوې خوا ته يې بوتلو او د داسې خبرو نه يې منع کړو.</verse>
				<verse number="33">خو عيسىٰ مخ راواړولو، خپلو مريدانو ته يې وکتل او پطروس يې ورټلو. او ورته يې وفرمائيل چې، ”رانه لرې شه شېطانه، تۀ د بنى آدمو په شان سوچ کوې، نه چې د خُدائ پاک په شان.“</verse>
				<verse number="34">هغۀ خلق او خپل مريدان راوبلل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.</verse>
				<verse number="35">څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې د زيرى او زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، نو هغه به يې بچ کړى.</verse>
				<verse number="36">کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده حاصلوى؟</verse>
				<verse number="37">يا د خپل ژوند په بدله کښې هغه څۀ ورکولے شى؟</verse>
				<verse number="38">په دې زناکاره او ګناهګاره زمانه کښې څوک چې په ما او زما په کلام شرميږى، نو اِبن آدم به هم د هغوئ نه وشرميږى کله چې هغه د خپل پلار جلال کښې د پاکو فرښتو سره راشى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">او عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې هغوئ به تر هغې نۀ مرى ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى په قدرت سره په راتلو ونۀ وينى.“</verse>
				<verse number="2">شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او يوحنا روان کړل او يو اوچت غرۀ ته يې وخېژول او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو.</verse>
				<verse number="3">د هغۀ جامې برېښېدونکې سپينې شوې، داسې سپينې چې د زمکې په مخ داسې چا نۀ شوې سپينولے.</verse>
				<verse number="4">نو هغوئ ته هلته الياس او موسىٰ ښکاره شو چې د عيسىٰ سره يې خبرې کولې.</verse>
				<verse number="5">نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل څومره ښۀ دى. مونږ له اجازه راکړه چې درې جونګړې جوړې کړُو، يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“</verse>
				<verse number="6">هغه نور نۀ پوهېدو چې څۀ ووائى ځکه چې هغوئ ټول يرې اخستى وُو.</verse>
				<verse number="7">بيا يوه وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه يو آواز راغلو، ”دا زما محبوب زوئ دے. د هغۀ خبرې واورئ.“</verse>
				<verse number="8">ناګهانه چې کله هغوئ ګېرچاپېره نظر واچولو نو څوک يې هم ونۀ ليدل خو صرف عيسىٰ د هغوئ سره پاتې وو.</verse>
				<verse number="9">نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”دا هر څۀ چې مو وليدل د دې په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“</verse>
				<verse number="10">هغوئ دا خبره ځان سره وساتله او په خپلو کښې يې بحث کولو چې د مړو نه د بيا راپاڅېدلو څۀ مطلب کېدے شى.</verse>
				<verse number="11">نو هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”بيا زمونږ د شرعې عالمان دا ولې وائى چې الياس به ضرور وړومبے راځى؟“</verse>
				<verse number="12">هغۀ جواب ورکړو، ”آو، الياس به وړومبے راځى چې هر څيز سم کړى، خو په صحيفو کښې ليکلى دى چې په اِبن آدم به ډيرې سختۍ تېرې شى او په سپک نظر به ورته وکتلے شى.</verse>
				<verse number="13">خو زۀ تاسو ته وايم چې الياس خو راغلے دے او هر څۀ چې د هغوئ خوښ وُو هغه يې ورسره کړى هم دى لکه چې د هغۀ په حقله صحيفو فرمائيلى وُو.“</verse>
				<verse number="14">چې هغوئ مريدانو ته واپس راغلل نو ګڼ خلق يې ورسره وليدل چې په کښې د شرعې عالمان هم وُو او بحث يې ورسره کولو.</verse>
				<verse number="15">هر کله چې هغوئ عيسىٰ وليدلو نو ټول خلق حېران شول او په منډه هغۀ له ستړى مشى له ورغلل.</verse>
				<verse number="16">هغۀ تپوس ترې وکړو چې، ”دا د څۀ بحث روان دے؟“</verse>
				<verse number="17">په ګڼه کښې يو سړى جواب ورکړو، ”اُستاذه، ما خپل زوئ تا له راوستے دے. هغه پيريانو نيولے دے چې ورنه خبرې نۀ شى کولے.</verse>
				<verse number="18">کله چې پرې چپه راشى نو په زمکه يې راوولى او په خولۀ يې ځګونه راشى، غاښونه چيچى، او بدن يې اېغ نېغ شى. ما ستا مريدانو ته خواست وکړو چې دا ترې نه وباسئ خو هغوئ پاتې راغلل.“</verse>
				<verse number="19">عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بې‌ايمانه پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ دے ما له راولئ.“</verse>
				<verse number="20">نو هغوئ هغه هلک هغۀ له راوستو. او څۀ وخت چې پيرى هغه وليدو نو د هغۀ وجود يې تاو راتاو کړو او هغه په زمکه پرېوتو، ورغړېدو او په خولۀ يې ځګونه راغلل.</verse>
				<verse number="21">عيسىٰ د هغۀ د پلار نه تپوس وکړو چې، ”څومره موده کيږى چې دے په دې حال دے؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”د وړوکوالې راسې.</verse>
				<verse number="22">څو ځله يې د هلاکولو دپاره اور او اوبو ته هم غورزولے دے، او کۀ تۀ څۀ کولے شې نو په مونږ رحم وکړه او مدد راسره وکړه.“</verse>
				<verse number="23">عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ولې داسې وائې چې کۀ تۀ څۀ کولے شې؟ د چا چې پوره ايمان وى د هغۀ دپاره هر څۀ ممکن دى.“</verse>
				<verse number="24">د هلک پلار چغې کړې چې، ”زۀ ايمان لرم، خو زما کمزورے ايمان مضبوط کړه.“</verse>
				<verse number="25">کله چې عيسىٰ وليدل چې ګڼ خلق رانزدې کيږى نو هغۀ هغه پيرے ورټلو. هغۀ وفرمائيل، ”اے ګونګا او کُوڼ پيريه، زۀ درته حکم کوم، چې د دۀ نه راوځه او بيا کله هم مۀ ورننوځه.“</verse>
				<verse number="26">هغۀ په زوره چغې کړې او ډېر يې تاو راتاو کړو او بيا پيرے ترې ووتو او هلک لکه د مړى په شان پرېوتو، بلکې ډېرو وئيل چې، ”دے مړ دے.“</verse>
				<verse number="27">خو عيسىٰ هغه د لاسه ونيولو او په پښو يې ودرولو او هغه ودرېدو.</verse>
				<verse number="28">بيا عيسىٰ دننه لاړو او د هغۀ مريدانو ترې ځان له تپوس وکړو چې، ”دا مونږ ولې نۀ شُو شړلے؟“</verse>
				<verse number="29">هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا قِسم صرف او صرف د دُعا په وسيله شړلے کيږى.“</verse>
				<verse number="30">بيا هغوئ د هغې علاقې نه لاړل او د ګليل نه واوړېدل. عيسىٰ دا غوښتل چې هيڅوک پرې خبر نۀ شى چې چرته دى،</verse>
				<verse number="31">ځکه چې هغۀ خپلو مريدانو له تعليم ورکولو او ورته يې وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى. هغوئ به دے قتل کړى، خو د مرګ نه درې ورځې پس به هغه بيا راژوندے شى.“</verse>
				<verse number="32">خو هغوئ د هغۀ په خبره نۀ پوهېدل او د يرې نه يې تپوس ترې هم نۀ شو کولے.</verse>
				<verse number="33">هغوئ بيا کفرنحُوم ته راغلل کله چې عيسىٰ په کور کښې دننه وو نو د هغوئ نه يې تپوس وکړو چې، ”تاسو په لار کښې د څۀ په حقله بحث کولو؟“</verse>
				<verse number="34">خو هغوئ غلى وُو، ځکه چې په لار کښې هغوئ د يو بل سره دا بحث وکړو چې د ټولو نه لوئ څوک دے.</verse>
				<verse number="35">هغه کښېناستو او هغه دولس مريدان يې راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ څوک دا غواړى چې د ټولو نه اول شى نو هغه دې ځان د ټولو نه وروستو کړى او د ټولو خادِم دې شى.“</verse>
				<verse number="36">بيا هغۀ يو ماشوم د لاسه ونيولو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو او خپله غېږه يې ترې تاو کړه او ورته يې وفرمائيل،</verse>
				<verse number="37">”څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى او څوک چې ما قبلوى هغه ما نه، بلکې هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“</verse>
				<verse number="38">يوحنا هغۀ ته ووئيل، ”اُستاذه، مونږ يو سړے وليدو چې ستا په نوم پيريان شړى، او مونږ د هغۀ د منع کولو کوشش وکړو ځکه چې هغه زمونږ نه نۀ وو.“</verse>
				<verse number="39">خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه مۀ منع کوئ ځکه چې داسې هيڅوک نشته چې زما په نوم معجزې ښکاره کوى او بيا به په ما پسې بد وائى.</verse>
				<verse number="40">خو هر څوک چې زمونږ خلاف نۀ دے هغه زمونږ ملګرے دے.</verse>
				<verse number="41">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک هم تاسو ته په دې نيت يو جام اوبۀ درکړى چې تاسو د مسيح مريدان يئ نو هغه کس به يقيناً بې‌اجره پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="42">او هر څوک چې له دې وړو نه چې په ما ايمان لرى، د هغوئ په لار کښې خنډونه جوړوى نو دا به د هغۀ دپاره غوره وى چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په درياب کښې وغورزولے شى.</verse>
				<verse number="43">کۀ ستا لاس تا ګناه ته ولمسوى نو ځان نه يې پرې کړه، ځکه چې ستا دپاره دا غوره ده چې په ابدى ژوندون کښې د يو بونډى لاس سره داخل شې، نۀ دا چې دواړه لاسونه دې سم وى او دوزخ ته لاړ شې چرته چې نۀ مړ کېدونکے اور دے.</verse>
				<verse number="44"></verse>
				<verse number="45">او کۀ ستا پښه تا ګناه ته ولمسوى نو ځان نه يې پرې کړه ځکه چې ستا دپاره دا ښۀ ده چې په ابدى ژوندون کښې په يوه پښه شل داخل شې نۀ دا چې دواړه پښې دې سمې وى او دوزخ دې ځائ شى.</verse>
				<verse number="46"></verse>
				<verse number="47">او کۀ ستا سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه. ستا دپاره به دا غوره وى چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې په يوه سترګه داخل شې، نۀ دا چې دواړه سترګې دې وى او دوزخ ته وغورزولے شى،</verse>
				<verse number="48">چرته چې چينجى چرې نۀ مرى او اور يې نۀ مړ کيږى.</verse>
				<verse number="49">هر څوک به په اور سره مالګين کيږى.</verse>
				<verse number="50">مالګه ښۀ څيز دے، خو کۀ مالګه بې‌خونده شى نو بيا به څنګه دوباره مالګينه شى؟ په خپلو کښې مالګه وساتئ او د يو بل سره په صُلح اوسئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">عيسىٰ د هغه ځائ نه بيا روان شو نو يهوديه او اُردن د سيند پورې غاړې ته لاړو، او ډېر خلق بيا ترې راچاپيره شُو. او د خپل عادت په مطابق هغۀ بيا هغوئ ته تعليم شروع کړو.</verse>
				<verse number="2">نو ځينې فريسيان راغلل او ترې د آزمېښت په طور يې دا تپوس وکړو، ”ولې يو سړى له دا روا دى چې خپله ښځه طلاقه کړى؟“</verse>
				<verse number="3">هغۀ په جواب کښې ترې تپوس وکړو چې، ”موسىٰ تاسو ته څۀ حُکم کړے وو؟“</verse>
				<verse number="4">هغوئ جواب ورکړو چې، ”موسىٰ سړى ته دا اجازت ورکړے دے چې طلاق نامه دې وليکى او ښځه دې پرېږدى.“</verse>
				<verse number="5">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا حُکم هغۀ ستاسو د زړۀ د سختوالى په وجه وليکلو.</verse>
				<verse number="6">خو د دُنيا د شروع نه ”خُدائ پاک هغوئ نر او ښځه پېدا کړل.“</verse>
				<verse number="7">”په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى.</verse>
				<verse number="8">او دا دواړه به يو بدن شى.“ نو بيا نور دوئ دوه نه خو يو بدن وى.</verse>
				<verse number="9">نو په دې وجه څوک چې خُدائ پاک يو ځائ کړى دى نو بنى آدم دې يې نۀ جدا کوى.“</verse>
				<verse number="10">نو بيا چې دوئ کور ته ننوتل نو مريدانو ترې په دې حقله تپوس وکړو.</verse>
				<verse number="11">هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”هر څوک چې خپله ښځه طلاقه کړى او د بلې سره وادۀ وکړى نو هغه د اولنۍ ښځې خلاف زنا کوى.</verse>
				<verse number="12">او دغه شان کۀ يوه ښځه خاوند له طلاق ورکړى او بل سره وادۀ وکړى نو هغه هم زنا کوى.“</verse>
				<verse number="13">بيا خلقو د دې دپاره عيسىٰ له ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى خو مريدانو هغوئ ورټل.</verse>
				<verse number="14">خو کله چې عيسىٰ دا وليدل نو خفه شو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده.</verse>
				<verse number="15">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر څوک چې د خُدائ پاک بادشاهى د ماشوم په شان قبوله نۀ کړى هغه به په کښې هيڅکله هم ورداخل نۀ شى.“</verse>
				<verse number="16">هغۀ هغوئ په غېږ کښې اوچت کړل، په سر يې ورله لاس کېښودو او برکت يې ورکړو.</verse>
				<verse number="17">عيسىٰ بيا په سفر روانېدو چې يو سړى رامنډه کړه او د هغۀ په وړاندې په ګوډو شو او تپوس يې وکړو، ”اے نېکه اُستاذه. زۀ داسې څۀ وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“</verse>
				<verse number="18">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ما ته نېک ولې وائې؟ د خُدائ پاک نه بغېر بل هيڅوک نېک نشته.</verse>
				<verse number="19">تا ته د خُدائ پاک حُکمونه معلوم دى چې، قتل مۀ کوه، زنا مۀ کوه، غلا مۀ کوه، د دروغو ګواهى مۀ کوه، ټګى مۀ کوه او د خپل مور پلار عزت کوه.“</verse>
				<verse number="20">هغۀ جواب ورکړو، ”اُستاذه. ما د ځوانۍ نه په دې هر څۀ عمل کړے دے.“</verse>
				<verse number="21">بيا عيسىٰ هغۀ ته وکتل، په هغۀ يې مينه راغله او ورته يې فرمائيل چې، ”په تا کښې د يو څيز کمے دے، لاړ شه خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“</verse>
				<verse number="22">کله چې هغۀ دا خبره واورېده نو خفه زهير لاړو ځکه چې هغه ډېر مالداره سړے وو.</verse>
				<verse number="23">عيسىٰ ګېرچاپېره خپلو مريدانو ته وکتل او ورته يې وفرمائيل، ”د يو مالداره دپاره د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل څومره ګران کار دے.“</verse>
				<verse number="24">مريدان د هغۀ په دې خبره حق حېران شول خو عيسىٰ په دوېم ځل وفرمائيل، ”بچو، د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل څومره ګران کار دے.</verse>
				<verse number="25">د يو مالداره سړى په نسبت د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل د يو اوښ دپاره د ستنې په سورى کښې تېرېدل آسان دى.“</verse>
				<verse number="26">هغوئ د مخکښې نه هم زيات حق حېران شول او يو بل ته يې ووئيل، ”نو بيا به څوک خلاصون ومومى؟“</verse>
				<verse number="27">عيسىٰ هغوئ ته وکتل او وې فرمائيل، ”د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ پاک ته هر څۀ ممکن دى.“</verse>
				<verse number="28">بيا پطروس وئيل شروع کړل، ”ګوره، مونږ خو د دې دپاره هر څۀ پرېښى دى چې تا پسې روان شو.“</verse>
				<verse number="29">عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې چا چې زما او زما د زيرى د خاطره کور، وروڼه، خوېندې، مور پلار، اولاد يا زمکه پرېښى وى،</verse>
				<verse number="30">نو چې هغوئ ته به په دې دُنيا کښې يو په سل اجر ورکړے شى، کورونه، وروڼه، خوېندې، ميندې، اولاد او زمکه، او ورسره ربړېدل، او په آخرت کښې به د تل ژوندون بيا مومى.</verse>
				<verse number="31">خو ډېر اول به آخر کړے شى او آخر به اول کړے شى.“</verse>
				<verse number="32">دوئ د يروشلم په لار روان وُو او عيسىٰ ترې وړاندې وو. او مريدان حېران شوى وُو او څوک چې ورپسې روان وُو هغوئ يرېدل. هغۀ هغه دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وضاحت وکړو چې هغۀ ته څۀ پېښېدونکى دى.</verse>
				<verse number="33">هغۀ ورته وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او اِبن آدم به مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو ته حواله کړے شى. هغوئ به پرې د مرګ حُکم وکړى او غېر‌يهوديانو ته به يې حواله کړى.</verse>
				<verse number="34">په هغۀ پورې به ملنډې وکړے شى او توکاڼى به پرې وتُوکلے شى، په کوړو به ووهلے شى او قتل به يې کړى، خو درې ورځې پس به هغه بيا ژوندے پاڅى.“</verse>
				<verse number="35">د زبدى زامن يعقوب او يوحنا هغۀ له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه مونږ چې ستا نه څۀ هم غواړو هغه زمونږ دپاره وکړه.“</verse>
				<verse number="36">هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ غواړئ چې زۀ يې درله وکړم؟“</verse>
				<verse number="37">هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ له دا اجازت راکړه چې مونږ هم ستا په لويئ کښې تا سره، يو ستا ښى لاس ته او بل ګس لاس ته يو ځائ کښېنو.“</verse>
				<verse number="38">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو چې څۀ غواړئ په هغې نۀ پوهېږئ. کوم د مصيبتونو کنډول به چې زۀ څښم ولې تاسو به هغه وڅښلے شئ؟ يا به هغه بپتسمه واخستلے شئ چې به پرې زما بپتسمه کيږى؟“</verse>
				<verse number="39">هغوئ جواب ورکړو چې، ”آو، مونږ يې څښلے شُو.“ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کوم کنډول چې زۀ څښم، تاسو به يې وڅښئ، او په کومه بپتسمه چې به زما بپتسمه کيږى، په هغې به ستاسو بپتسمه هم وشى.</verse>
				<verse number="40">خو دا زما په اختيار کښې نۀ دى چې خپل ښى او ګس لاس ته څوک کښېنوم، خو دا د هغه چا دے د چا دپاره چې دا تيار کړے شوے دے.“</verse>
				<verse number="41">هر کله چې نورو لسو دا واورېدل نو هغوئ يعقوب او يوحنا ته غصه شول.</verse>
				<verse number="42">عيسىٰ هغوئ ځان ته راوبلل او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ته پته ده چې د قومونو حکمرانان په خپلو خلقو باندې رُعب اچوى او د هغوئ لوئ آفسران په هغوئ باندې د خپل اختيار غلط استعمال کوى.</verse>
				<verse number="43">خو ستاسو دپاره داسې نۀ دى. په تاسو کښې چې څوک مشرى غواړى هغه دې ستاسو خادِم شى.</verse>
				<verse number="44">او هر هغه څوک چې په تاسو کښې مشر کېدل غواړى هغه دې په خپله خوښه د ټولو خادِم شى.</verse>
				<verse number="45">ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“</verse>
				<verse number="46">خو هغوئ يريحو ته راغلل او کله چې عيسىٰ او د هغۀ مريدان د ښاريې نه ووتل نو ګڼ خلق ورپسې وُو، نو يو ړوند فقير د تمائ زوئ برتماۍ څوک چې د لارې په غاړه ناست وو،</verse>
				<verse number="47">نو کله چې هغه په دې خبر شو چې دا عيسىٰ ناصرى دے نو هغۀ چغې کړې، ”اے عيسىٰ د داؤد زويه، په ما رحم وکړه.“</verse>
				<verse number="48">ډېرو خلقو ورته په سختۍ ووئيل چې، ”چپ شه،“ خو هغۀ لا نورې هم چغې زياتې کړې، ”اے د داؤد زويه. په ما رحم وکړه.“</verse>
				<verse number="49">عيسىٰ ودرېدلو او وې فرمائيل، ”دے دلته راولئ.“ نو هغوئ هغه ړوند سړے راوستو او ورته يې ووئيل، ”پاڅه، زړَور شه، هغه دې غواړى.“</verse>
				<verse number="50">په دې هغۀ خپله چُوغه وغورزوله، سمدستى پورته شو او عيسىٰ له راغلو.</verse>
				<verse number="51">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې ستا دپاره وکړم؟“ هغه ړوند سړى جواب ورکړو، ”اُستاذه، زۀ بيا خپل نظر غواړم.“</verse>
				<verse number="52">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”لاړ شه، خپل ايمان تۀ روغ کړې،“ نو سمدستى هغه بينا شو او عيسىٰ پسې روان شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">هغوئ چې يروشلم ته رانزدې شول او چې بيتِ‌فګے او بيتِ‌عنياه ته د زيتُونو غرۀ ته ورسېدل نو عيسىٰ خپل دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل،</verse>
				<verse number="2">”دې مخامخ کلى ته ورشئ. نو چې څنګه ورننوځئ نو تاسو به يو کوچاڼے تړلے ومومئ چې تر اوسه پرې هيچا لا سورلى نۀ ده کړې. هغه پرانيزئ او دلته يې راولئ.</verse>
				<verse number="3">کۀ څوک درنه تپوس وکړى چې دا څۀ کوئ؟ نو ورته ووايئ چې زمونږ د مالِک دا په کار ده او هغه به يې سمدستى دلته واپس راولېږى.“</verse>
				<verse number="4">هغوئ لاړل او د دروازې نه بهر يې په کوڅه کښې هغه کوچاڼے تړلے وموندلو. هغوئ هغه پرانستو،</verse>
				<verse number="5">او په ولاړو خلقو کښې ځينو ورته ووئيل چې، ”دا څۀ کوئ؟ تاسو دا کوچاڼے ولې پرانيزئ؟“</verse>
				<verse number="6">نو هغوئ هغه جواب ورکړو څۀ چې ورته عيسىٰ فرمائيلى وُو، نو بيا يې هغوئ پرېښودل چې بو يې ځى.</verse>
				<verse number="7">نو هغوئ عيسىٰ له کوچاڼے راوستو او خپلې جامې يې پرې واچولې او هغه پرې سور شو.</verse>
				<verse number="8">او ډېرو خلقو ورته په لارو کښې خپلې جامې وغوړولې او نورو د پټو نه څانګې پرېکړلې او ورته يې خورې کړلې.</verse>
				<verse number="9">او څومره خلق چې مخکښې تلل او هغه چې وروستو راتلل، نو بيا څوک چې د هغۀ نه وړاندې تلل او څوک چې ورپسې روان وُو هغوئ چغې ويستلې چې، ”اُمبارکى د هغه چا چې د مالِک خُدائ په نوم راځى.</verse>
				<verse number="10">زمونږ د پلار نيکۀ داؤد راتلونکې بادشاهى دې مبارکه وى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“</verse>
				<verse number="11">هغه يروشلم ښار ته راغلو او د خُدائ کور ته ورننوتو او ګېرچاپېره يې وکتل، خو ماښام ناوخته هغه د دولسو مريدانو سره بيتِ‌عنياه ته لاړو.</verse>
				<verse number="12">په بله ورځ چې هغوئ د بيتِ‌عنياه نه ووتل نو عيسىٰ اوږے شوے وو.</verse>
				<verse number="13">او د لرې نه يې چې د اينځر يوه ونه وليده نو ورغلو چې هغه په کښې څۀ پېدا کړى. خو کله چې هغه ورغے نو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل ځکه چې دا د اينځرو موسم نۀ وو.</verse>
				<verse number="14">هغه ونې ته يې وفرمائيل چې، ”بيا به هيڅوک هم هيڅکله ستا نه مېوه ونۀ خورى.“ او د هغۀ مريدانو دا واورېدل.</verse>
				<verse number="15">کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله وشړل. او هغه د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې.</verse>
				<verse number="16">او د خُدائ د کور په دربار کښې هغۀ د تجارت د څيزونو وړل راوړل نۀ پرېښودل.</verse>
				<verse number="17">نو بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو او وې فرمائيل، ”ولې صحيفې دا نۀ وائى چې، زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى؟ خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“</verse>
				<verse number="18">مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو چې دا واورېدل نو کوشش يې کولو چې هغه په څۀ چل هلاک کړى خو هغوئ يرېدل ځکه چې ټول خلق د هغۀ د تعليم نه ډېر متاثره وُو.</verse>
				<verse number="19">او چې ماښام شو نو عيسىٰ او د هغۀ مريدان د ښار نه بهر ووتل.</verse>
				<verse number="20">بله ورځ سحر وختى چې هغوئ په لاره تېرېدل نو هغوئ وليدل چې هغه د اينځر ونه له بېخ نه اوچه شوې ده.</verse>
				<verse number="21">پطروس هغه خبره راياده کړه کومه چې عيسىٰ پرون د اينځر ونې ته کړې وه نو هغۀ ووئيل، ”اُستاذه، وګوره د اينځر په کومه ونه چې تا لعنت کړے وو هغه اوچه شوې ده.“</verse>
				<verse number="22">عيسىٰ ورته جواب ورکړو چې، ”په خُدائ پاک ايمان ساتئ.</verse>
				<verse number="23">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک دې غر ته ووائى چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، او په زړۀ کښې يې شک نۀ وى او ايمان ساتى، نو هر څۀ چې وائى هغه به د هغۀ دپاره وشى.</verse>
				<verse number="24">ځکه زۀ تاسو ته وايم، تاسو چې د څۀ دپاره هم دُعا کوئ نو ايمان ساتئ چې دا تاسو حاصل کړو نو هغه به ستاسو شى.</verse>
				<verse number="25">او هر کله چې تاسو دُعا ته ودرېږئ نو کۀ ستاسو په زړۀ کښې د چا خلاف خبرې وى، نو هغه معاف کړئ، د دې دپاره چې ستاسو آسمانى پلار به ستاسو نافرمانى معاف کړى.“</verse>
				<verse number="26"></verse>
				<verse number="27">هغوئ يو ځل بيا يروشلم ته راغلل او کله چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې ګرځېدو نو مشران اِمامان، د شرعې عالمان او د قوم مشران ورته راغلل،</verse>
				<verse number="28">او ورته وې وئيل، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې؟ او دا اختيار تا له چا درکړے دے چې تۀ داسې کوه؟“</verse>
				<verse number="29">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو يې جواب راکړئ نو زۀ به هم تاسو ته دا وښايم چې په کوم اختيار زۀ دا کارونه کوم.</verse>
				<verse number="30">د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د لورى وه او کۀ د انسان نه؟ جواب راکړئ.“</verse>
				<verse number="31">په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”مونږ څۀ ووايو؟ کۀ چرې مونږ ووايو چې له آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟</verse>
				<verse number="32">او کۀ مونږ وايو چې د انسانانو نه، نو بيا به څۀ وشى؟“ دوئ د خلقو نه يرېدل ځکه چې د ټولو خلقو دا ايمان وو چې يحيىٰ نبى وو.</verse>
				<verse number="33">نو ځکه هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ خبر نۀ يُو.“ او عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”بيا به زۀ هم درته ونۀ وايم چې زۀ په کوم اختيار دا کارونه کوم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">عيسىٰ هغوئ ته بيا په مِثالونو کښې خبرې شروع کړې. ”يو سړى د انګورو باغ ولګولو او ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو. او بيا يې زميندارانو ته په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو.</verse>
				<verse number="2">کله چې د انګورو موسم راغلو نو هغۀ اجاره دارو له يو نوکر ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د پېداوار برخه وصول کړى.</verse>
				<verse number="3">خو هغوئ هغه ونيولو، وې وهلو او تش لاس يې واپس ولېږلو.</verse>
				<verse number="4">بيا هغۀ يو بل نوکر ورولېږلو او دے هم هغوئ په سر سر وټکولو او بې‌عزته يې کړو.</verse>
				<verse number="5">بيا هغۀ يو بل ورولېږلو او هغه دوئ مړ کړو. او د دۀ نه علاوه داسې نور هم وُو، څوک يې چې ووهل او ځينې يې مړۀ کړل.</verse>
				<verse number="6">اوس د دۀ سره يو کس پاتې وو، د هغۀ خپل نيازبين زوئ. په آخر کښې يې هغه ورولېږلو. هغۀ ووئيل چې زما د زوئ احترام خو به وکړى.</verse>
				<verse number="7">خو اجاره دارو يو بل ته ووئيل چې هم دغه خو وارث دے، راځئ چې مړ يې کړو او ميراث به يې زمونږ شى.</verse>
				<verse number="8">نو هغوئ هغه ونيولو او مړ يې کړو او د هغۀ لاش يې د باغ نه بهر وغورزولو.</verse>
				<verse number="9">نو د انګورو د باغ مالِک به د هغوئ سره څۀ سلوک وکړى؟ هغه به راشى او دا ټول اجاره دار به مړۀ کړى او د انګورو باغ به بل چا له ورکړى.</verse>
				<verse number="10">ولې تاسو په مقدس کِتاب کښې دا چرې نۀ دى لوستى؟ کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے وو هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو.</verse>
				<verse number="11">دا د مالِک خُدائ کارونه دى او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“</verse>
				<verse number="12">بيا هغوئ داسې څۀ بهانه لټوله چې هغه ګرفتار کړى ځکه چې هغوئ پوهېدل چې دے دا مِثال د هغوئ په خلاف ورکوى، خو هغوئ د خلقو نه يرېدل نو هغوئ هغه پرېښودو او ترې لاړل.</verse>
				<verse number="13">بيا هغوئ څو فريسيان او هيروديان ورولېږل چې عيسىٰ په خپلو خبرو کښې راګېر کړى.</verse>
				<verse number="14">هغوئ راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې. ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر ته محصُول ورکړُو او کۀ نه؟ ولې مونږ هغوئ ته ورکړُو او کۀ ور يې نۀ کړُو؟“</verse>
				<verse number="15">خو هغه د دوئ په منافقت پوهه شو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ولې زما د راګېرولو کوشش کوئ؟ ما له د سپينو زرو يوه سيکه راوړئ چې زۀ ورته وګورم.“</verse>
				<verse number="16">هغوئ يوه سيکه راوړه او هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”په دې د چا تصوير او د چا نوم دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”دا د قيصر دے.“</verse>
				<verse number="17">بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”څۀ چې د قيصر وى هغه قيصر له ورکړئ او څۀ چې د خُدائ پاک وى هغه خُدائ پاک له ورکړئ.“ هغوئ د دۀ په خبرو حق حېران شول.</verse>
				<verse number="18">بيا ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغۀ له راغلل او د هغۀ نه يې داسې تپوس وکړو چې،</verse>
				<verse number="19">”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى.</verse>
				<verse number="20">نو اوس اووۀ وروڼه وُو، وړومبى وادۀ وکړو او بې‌اولاده مړ شو.</verse>
				<verse number="21">بيا هغه ښځه دوېم وادۀ کړه او هغه هم بې‌اولاده مړ شو او دغه شان درېم وکړل.</verse>
				<verse number="22">آخر اووۀ واړه مړۀ شول خو د يو هم اولاد ونۀ شو. بيا هغه ښځه هم مړه شوه.</verse>
				<verse number="23">د قيامت په ورځ به دا ښځه د چا وى، ځکه چې ورسره اووۀ واړو وادۀ کړے وو؟“</verse>
				<verse number="24">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو په غلطه يئ او هم دغه وجه ده چې نۀ خو تاسو په کِتابِ مقدس پوهېږئ او نۀ د خُدائ پاک په قدرت.</verse>
				<verse number="25">کله چې هغوئ د مړو نه بيا راژوندى شى نو هغوئ به يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به د آسمان د فرښتو په شان وى.</verse>
				<verse number="26">خو قيامت په ورځې د مړو د بيا راژوندى کېدو په حقله، ولې تاسو د موسىٰ په کِتاب کښې هيڅ نۀ دى لوستى، د سوزېدونکى بوټى په قيصه کښې، چې خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک، او د يعقوب خُدائ پاک يم“؟</verse>
				<verse number="27">خُدائ پاک د مړو خُدائ پاک نۀ دے بلکې د ژوندو خُدائ پاک دے. تاسو ډېر ګمراه شوى يئ.“</verse>
				<verse number="28">بيا د شرعې په عالمانو کښې يو کس چې د دوئ دا بحث يې اورېدو او پوهه شو چې هغۀ دوئ ته څنګه ښۀ جواب ورکړو، نو راوړاندې شو. او هغۀ ترېنه تپوس وکړو، ”کوم يو حکم د ټولو نه اول دے؟“</verse>
				<verse number="29">عيسىٰ جواب ورکړو، ”اول حکم دا دے چې، ”اے بنى اِسرائيلو واورئ. مالِک زمونږ مالِک خُدائ پاک واحد ذات دے.</verse>
				<verse number="30">تاسو د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان، او په پوره عقل او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ.“</verse>
				<verse number="31">دوېم دا دے چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“ د دې حکمونو نه بل لوئ حکم نشته.“</verse>
				<verse number="32">نو د شرعې عالم هغۀ ته ووئيل، ”شاباش اُستاذه، ډېر دې ښۀ وفرمائيل، تۀ رښتيا وائې چې خُدائ پاک يو دے او بې له هغۀ نه بل نشته.</verse>
				<verse number="33">او د هغۀ سره په پوره زړۀ او په پوره پوهې او په خپل ټول طاقت سره مينه کوئ او د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ، نو دا د بلې هرې يوې سوزېدونکې قربانۍ يا نذرانې نه ډېر غوره کار دے.“</verse>
				<verse number="34">هر کله چې عيسىٰ وليدل چې هغۀ څومره په پوهه سره جواب ورکړو نو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ نه لرې نۀ يې.“ د دې نه پس بيا چا همت ونۀ کړو چې د عيسىٰ نه نور تپوسونه وکړى.</verse>
				<verse number="35">نو کله چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې تعليم ورکولو، داسې يې وفرمائيل، ”نو د شرعې عالمان بيا دا څنګه وائى چې مسيح د داؤد زوئ دے؟</verse>
				<verse number="36">داؤد په خپله د روحُ القُدس د الهام په وسيله دا فرمائيلى دى چې، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، زما ښى لاس ته تر هغې کښېنه چې ترڅو زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“</verse>
				<verse number="37">داؤد په خپله هغۀ ته مالِک وائى، نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“ هلته ډېره ګڼه وه او ډېر په مينه يې د دۀ خبرې اورېدې.</verse>
				<verse number="38">عيسىٰ په خپل تعليم کښې دوئ ته وفرمائيل چې، ”د شرعې د عالمانو نه ځان ساتئ څوک چې په لويو لويو چوغو کښې ګرځى او په بازارونو کښې په سلامونو ډېر خوشحاليږى</verse>
				<verse number="39">او په عبادتخانو او په مېلمستياو کښې د مشرۍ په ځائ کښېناستل خوښوى.</verse>
				<verse number="40">هم دا هغه خلق دى چې د کونډو جائيدادونه قبضه کوى او د رياکارۍ اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به سخته سزا ومومى.“</verse>
				<verse number="41">عيسىٰ د خُدائ د کور خزانې ته مخامخ کښېناستو او دا ننداره يې کوله چې خلق په خزانه کښې پېسې څنګه اچوى. ډېرو مالدارو خلقو ډيرې زياتې پېسې واچولې.</verse>
				<verse number="42">بيا يوه غريبه کونډه راغله او هغې د تانبې دوه سيکې په کښې واچولې چې دواړه د يوې پېسې برابرې وې.</verse>
				<verse number="43">بيا عيسىٰ خپل مريدان ځان ته راوبلل او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دې غريبې کونډې د هر چا نه زيات واچول.</verse>
				<verse number="44">ځکه چې هغه نورو چې څۀ واچول د هغوئ سره د ضرورت نه سېوا وُو، خو هغې د خپلې غريبۍ په مطابق چې څۀ هم ورسره نۀ وُو د خپلې ګزارې هر څۀ يې واچول.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">څۀ وخت چې عيسىٰ د خُدائ د کور نه په وتو وو نو د هغۀ يو مريد ورته ووئيل، ”وګوره، اُستاذه. څومره ښکلى کاڼى او عمارتونه دى.“</verse>
				<verse number="2">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ دا لوئ لوئ عمارتونه وينې؟ په دې کښې به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“</verse>
				<verse number="3">او هر کله چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ د خُدائ کور ته مخامخ ناست وو نو پطروس، يعقوب، يوحنا او اندرياس ترې ځانله تپوس وکړو،</verse>
				<verse number="4">”مونږ ته ووايه چې دا کار به کله کيږى او د دې ټولو د پوره کېدو نښه به څۀ وى؟“</verse>
				<verse number="5">نو بيا عيسىٰ دوئ ته وفرمائيل چې، ”خيال کوئ چې څوک مو بې‌لارې نۀ کړى.</verse>
				<verse number="6">ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ مسيح يم، او ډېر خلق به بې‌لارې کړى.</verse>
				<verse number="7">هر کله چې تاسو د لرې او نزدې جنګونو خبر واورئ نو مۀ وارخطا کېږئ ځکه چې دا څيزونه به ضرور پېښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے.</verse>
				<verse number="8">قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى خو دا به د لنګون د دردونو شروع وى.</verse>
				<verse number="9">خو تاسو بېدار اوسئ. تاسو به عدالتونو ته حواله کېږئ، تاسو به په عبادتخانو کښې په کوړو وهلے کېږئ، او تاسو به د حاکمانو او بادشاهانو په وړاندې زما په وجه پېش کولے شئ چې د هغوئ په وړاندې زما ګواهان شئ.</verse>
				<verse number="10">خو د آخر وخت نه اول به زما د زيرى بيان ټولو قومونو ته وکړے شى.</verse>
				<verse number="11">خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ او عدالت ته بوتلے شئ نو د اول نه تاسو مۀ پرېشانه کېږئ چې تاسو به څۀ وايئ. خو هر کله چې وخت راشى نو هغه وخت چې څۀ د وينا دپاره درکړے شى هغه وايئ، ځکه چې دا به ستاسو خبرې نۀ وى بلکې ستاسو په ژبه به روحُ القُدس ګويا وى.</verse>
				<verse number="12">ورور به د ورور د مرګ جاسوس شى او پلار به د زوئ، او اولاد به د مور پلار خلاف شى او مرګ ته به يې حواله کوى.</verse>
				<verse number="13">ټول به زما د نوم په وجه تاسو نه نفرت کوى، خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.</verse>
				<verse number="14">هر کله چې تاسو ووينئ چې، هغه پليت بُت چې تباهى راولى په هغه ځائ کښې ولاړ دے چرته چې نۀ دے پکار، نو لوستونکى دې پوهه شى، نو هغه څوک چې په يهوديه کښې دى غرونو ته دې وتښتى.</verse>
				<verse number="15">کۀ څوک د چت دپاسه وى هغه دې کله هم کور ته ښکته نۀ راکوزيږى چې څۀ ترې وباسى.</verse>
				<verse number="16">کۀ څوک په پټى کښې وى نو هغه دې د خپلې چُوغې راخستلو دپاره نۀ واپس کيږى.</verse>
				<verse number="17">افسوس دے په هغه ښځو چې په هغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى.</verse>
				<verse number="18">دُعا کوئ چې دا واقعه په ژمى کښې پېښه نۀ شى.</verse>
				<verse number="19">ځکه چې هغه به ډيرې د بد حالۍ ورځې وى. خُدائ پاک چې دا دُنيا پېدا کړې ده لا تر اوسه داسې وخت نۀ دے راغلے او نۀ به بيا چرته راشى.</verse>
				<verse number="20">کۀ چرې مالِک خُدائ هغه د تکليف ورځې لنډې کړې نۀ وے نو هيڅ يو بشر به هم بچ شوے نۀ وے، خو د خپلو غوره کړو د خاطره هغۀ دا ورځې لنډې کړې.</verse>
				<verse number="21">او کۀ بيا تاسو ته په دغه وخت کښې څوک دا ووائى چې وګورئ، مسيح دلته دے يا هلته دے، نو باور پرې مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="22">دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بې‌لارې کړى.</verse>
				<verse number="23">خو تاسو خبردار اوسئ، ما تاسو د اول نه په دې خبر کړئ.</verse>
				<verse number="24">خو په هغه ورځو کښې د دې تنګسيا نه پس به نمر تور شى او سپوږمۍ به رڼا نۀ کوى.</verse>
				<verse number="25">ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.</verse>
				<verse number="26">بيا به هغوئ ووينى چې اِبن آدم به په وريځو کښې په لوئ قدرت او ډېر شان او شوکت سره راځى.</verse>
				<verse number="27">او هغه به فرښتې ولېږى او د آسمان د څلورو طرفونو نه او د دُنيا د آخرى حدونو نه به خپل غوره کړى خلق راټول کړى.</verse>
				<verse number="28">د اينځر د ونې نه سبق زده کړئ. هر کله چې د هغې نازکې څانګې غوټۍ ونيسى او پاڼې وکړى نو تاسو پوهه شئ چې اوړے په راتلو دے.</verse>
				<verse number="29">هم دغه شان چې تاسو دا ټولې نښې ووينئ نو تاسو پوهه شئ چې هغه ډېر نزدې او په دروازه کښې ولاړ دے.</verse>
				<verse number="30">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موجوده پيړۍ به تر هغې ختمه نۀ شى ترڅو چې دا ټولې خبرې ونۀ شى.</verse>
				<verse number="31">زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.</verse>
				<verse number="32">خو د هغې ورځې او ساعت هيچا ته پته نشته، نۀ خو د آسمان فرښتو ته پته شته او نۀ زوئ ته، خو صرف زما پلار پرې خبر دے.</verse>
				<verse number="33">خبردار اوسئ، ويښ اوسئ. تاسو د دې نه خبر نۀ يئ چې هغه وخت به کله راځى.</verse>
				<verse number="34">د دې مثال د هغه سړى په شان دے چې د کوره لرې روان وى او څۀ وخت چې خپل کور نه ځى نو خپلو نوکرانو ته اختيار ورکړى چې هر يو دې خپل کار کوى او څوکيدار ته هم حکم ورکړى چې بېدار اوسى.</verse>
				<verse number="35">نو بيا تاسو بېدار اوسئ ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې د کور مالِک به کله راځى، ماښام کۀ په نيمه شپه، په چرګ بانګ کۀ سحر په خړه.</verse>
				<verse number="36">کۀ چرې هغه ناګهانه راشى نو چې هغه مو اودۀ لاندې نۀ کړى.</verse>
				<verse number="37">او زۀ چې څۀ تاسو ته وايم نو هغه ټولو ته وايم چې بېدار اوسئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">د فسح او د پتيرې روټۍ اختر ته دوه ورځې پاتې وې او مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو داسې طريقه لټوله چې عيسىٰ په پټه ونيسى او وې وژنى.</verse>
				<verse number="2">هغوئ ووئيل چې، ”دا دې د اختر په ورځو کښې نۀ وى، هسې نه چې په خلقو کښې بلوا جوړه شى.“</verse>
				<verse number="3">عيسىٰ د شمعون جذامى په کور کښې په بيتِ‌عنياه کښې وو. کله چې هغه روټۍ ته کښېناستو، نو يوه ښځه راغله او ډېر قيمتى خالص عطر يې د مرمرو په عطردان کښې راوړل. هغې د عطردان سر مات کړو او د هغۀ په سر يې عطر واچول.</verse>
				<verse number="4">په حاضر مجلس کښې ځينې کسانو په غصه کښې ووئيل چې، ”دا قيمتى عطر ولې ضائع شول؟</verse>
				<verse number="5">ځکه چې دا عطر خو به په څۀ دپاسه د درېو سوو دينارو خرڅ شوے وے او پېسې به يې خوارانو له ورکړے شوے وے.“ نو هغوئ هغې ته غصه وکړه.</verse>
				<verse number="6">خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”دا پرېږدئ، تاسو دا ښځه ولې تنګوئ؟ هغې زما ډېر ښۀ خِدمت وکړو.</verse>
				<verse number="7">ځکه چې غريبانان خو به تل تاسو سره وى او هر کله چې تاسو غواړئ د هغوئ مدد کولے شئ خو زۀ به درسره تل نۀ يم.</verse>
				<verse number="8">هغې نه چې څۀ کېدے شول، هغه يې وکړل. هغې د ښخولو نه وړاندې زما په بدن عطر واچول.</verse>
				<verse number="9">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر چرته چې په دُنيا کښې دا زېرے خوريږى نو څۀ چې هغې وکړل نو دا به هم په کښې ياديږى.“</verse>
				<verse number="10">نو بيا يهوداه اِسکريوتى چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو، مشرانو اِمامانو له لاړو چې د عيسىٰ مخبرى وکړى.</verse>
				<verse number="11">چې هغوئ د هغۀ د غرض نه خبر شول نو هغوئ ډېر خوشحاله شول او د هغۀ سره يې د پېسو ورکولو وعده وکړه. د هغه وخت نه پس هغه د مخبرۍ د موقعې په تلاش کښې وو.</verse>
				<verse number="12">د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ چې هغوئ د فسح ګډورے قربانولو، د عيسىٰ مريدانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“</verse>
				<verse number="13">نو هغۀ خپل دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل، ”ښار ته لاړ شئ، يو سړے به ووينئ چې د اوبو منګے به وړى، په هغۀ پسې لاړ شئ،</verse>
				<verse number="14">او هغه چې کوم کور ته ننوځى نو د هغه کور مالِک له دا پېغام ورکړئ چې، اُستاذ وائى چې زما او زما د مريدانو دپاره د فسح د خوراک دپاره د مېلمستيا کومه کوټه مقرره شوې ده؟</verse>
				<verse number="15">هغه به تاسو ته يوه لويه تياره کړے شوې بالاخانه وښائى، زمونږ دپاره هلته د فسح تيارے وکړئ.“</verse>
				<verse number="16">بيا مريدان روان شول او چې ښار ته دننه شول نو هغوئ هر څۀ هغه شان وموندل څنګه چې هغۀ ورته فرمائيلى وُو، نو هغوئ د فسح د خوراک تيارے وکړلو.</verse>
				<verse number="17">کله چې ماښام شو نو هغه د دولسو مريدانو سره راغلو.</verse>
				<verse number="18">څۀ وخت چې هغوئ روټۍ ته کښېناستل نو عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ درته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى، هغه څوک چې ما سره روټۍ خورى.“</verse>
				<verse number="19">په ډيرې پرېشانۍ سره هغوئ يو يو ورته ووئيل، ”رښتيا زۀ خو به نۀ يم؟“</verse>
				<verse number="20">هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”په تاسو دولسو کښې هغه يو دے څوک چې ما سره په دې تالى کښې لاس ښکته کوى.</verse>
				<verse number="21">د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم مُخبرى کوى. کۀ هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو دا به ډېره ښۀ وه.“</verse>
				<verse number="22">د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ماته يې کړه. په هغوئ يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، دا زما بدن دے.“</verse>
				<verse number="23">بيا هغۀ يوه پيالۍ راواخسته او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او هغوئ له يې ورکړه او هغوئ ټولو ترې وڅښل.</verse>
				<verse number="24">او بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو دپاره توئيږى.</verse>
				<verse number="25">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د انګورو رس به زۀ بيا تر هغې ورځې پورې ونۀ څښم ترڅو چې زۀ د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې يې تازه ونۀ څښم.“</verse>
				<verse number="26">د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.</verse>
				<verse number="27">او عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو ټول به تيندک وخورئ ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”زۀ به شپون ووهم او ګډې به يې خورې ورې شى.“</verse>
				<verse number="28">خو هر کله چې زۀ بيا ژوندے پاڅولے شم نو زۀ به ستاسو نه وړاندې ګليل ته لاړ شم.“</verse>
				<verse number="29">پطروس جواب ورکړو، ”کۀ چرې دوئ ټول تيندک وخورى، خو زۀ به هيچرې تيندک ونۀ خورم.“</verse>
				<verse number="30">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ تا ته رښتيا وايم چې تۀ به نن په هم دې شپه د دوېم چرګ بانګ وئيلو نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“</verse>
				<verse number="31">خو هغۀ په دې خبره زور ورکړو، ”کۀ زۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرې اِنکارى نۀ شم.“ او هغوئ ټولو هم دغه شان ووئيل.</verse>
				<verse number="32">کله چې هغوئ ګيتسمنى نومې ځائ ته ورسېدل نو عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”ترڅو چې زۀ دُعا کوم تاسو دلته کښېنئ.“</verse>
				<verse number="33">او هغۀ بيا د ځان سره پطروس، يعقوب او يوحنا بوتلل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله.</verse>
				<verse number="34">او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”زما زړۀ د غمه چوى او مرګ ته نزدې شوے يم. دلته ايسار شئ او ما سره بېدار اوسئ.“</verse>
				<verse number="35">بيا هغه يو څو قدمه لاړو، او په زمکه پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وغوښتله، ”کۀ دا کېدے شى نو دا سخت وخت دې له ما نه لرې کړے شى.“</verse>
				<verse number="36">هغۀ وفرمائيل، ”ابا،“ يعنې پلاره، ”ستا دپاره هر څۀ ممکن دى. دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، خو زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“</verse>
				<verse number="37">هغه واپس راغلو او هغوئ يې اودۀ وموندل. نو هغۀ پطروس ته وفرمائيل، ”شمعونه، اودۀ يې څۀ؟ ولې تاسو ما سره يوه ګينټه قدرې هم بېدار نۀ شوئ پاتې کېدے؟</verse>
				<verse number="38">بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“</verse>
				<verse number="39">يو ځل بيا هغه لاړو او هم هغه شان دُعا يې وغوښته.</verse>
				<verse number="40">چې يو ځل بيا هغه واپس راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل ځکه چې د هغوئ سترګې درنې شوې وې، او هغوئ په دې نۀ پوهېدل چې هغۀ ته څۀ جواب ورکړى.</verse>
				<verse number="41">درېم ځل هغه راغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ولې تاسو لا هغه شان اودۀ يئ، هغه شان لا آرام کوئ؟ بس، هغه وخت راغلو چې اِبن آدم د ګناهګارانو لاسونو ته وسپارلے شى.</verse>
				<verse number="42">پاڅئ، ځئ چې ځو. زما مُخبر نزدې راغلے دے.“</verse>
				<verse number="43">عيسىٰ چې لا خبرې کولې نو سمدستى يهوداه چې په دولسو مريدانو کښې يو وو راغلو، او هغۀ سره ډېر خلق چې تُورې او کوتکې په لاس وُو راښکاره شول. هغوئ مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو رالېږلى وُو.</verse>
				<verse number="44">جاسوس هغوئ ته دا نښه ښودلې وه، ”څوک چې زۀ ښکل کړم هم هغه دے، وې نيسئ او د ځان سره يې په حفاظت بوځئ.“</verse>
				<verse number="45">کله چې دے هغه ځائ ته راورسېدو نو هغه سمدستى وروړاندې شو او عيسىٰ ته يې ووئيل، ”اُستاذه.“ او ښکل يې کړو.</verse>
				<verse number="46">بيا هغوئ عيسىٰ ونيولو او ګرفتار يې کړو.</verse>
				<verse number="47">په هغه خلقو کښې چې ولاړ وُو يو کس خپله تُوره راوويستله او د مشر اِمام په نوکر يې ګزار وکړو او د هغۀ غوږ يې پرې کړو.</verse>
				<verse number="48">بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ؟</verse>
				<verse number="49">زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې ورکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو. خو دا ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“</verse>
				<verse number="50">نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل.</verse>
				<verse number="51">څوک چې ورسره وُو په هغوئ کښې يو ځوان وو چې د کتان د څادر نه يې لنګ وهلے وو. هغوئ د نيولو کوشش وکړو،</verse>
				<verse number="52">خو هغۀ د کتان څادر پرېښودلو او لغړ وتښتېدلو.</verse>
				<verse number="53">بيا هغوئ عيسىٰ د مشر اِمام کور ته بوتلو چرته چې مشران اِمامان، د شرعې عالمان او اولسى مشران راټول وُو.</verse>
				<verse number="54">پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو او اور ته يې ځان تودولو.</verse>
				<verse number="55">مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش کولو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى خو داسې ګواهى يې پېدا نۀ کړے شوه.</verse>
				<verse number="56">ډېرو د هغۀ په خلاف د دروغو ګواهى وکړله خو د هغوئ بيان د يو بل سره سمون نۀ خوړلو.</verse>
				<verse number="57">نو بيا ځينې کسان پاڅېدل او د هغۀ په خلاف يې داسې د دروغو ګواهى وکړه چې،</verse>
				<verse number="58">”مونږ د دۀ نه دا اورېدلى دى چې، زۀ به دا د خُدائ کور ورانوم چې بنى آدمو ودان کړے دے او په درېو ورځو کښې به بل داسې ودان کړم چې هغه به د بنى آدم په لاسونو نۀ وى جوړ شوے.“</verse>
				<verse number="59">خو په هم دې خبره د هغوئ په ګواهۍ کښې يو والے نۀ وو.</verse>
				<verse number="60">نو بيا مشر اِمام د هغوئ په وړاندې پاڅېدو او عيسىٰ نه يې تپوس وکړو چې، ”ولې تا سره جواب نشته؟ دا اِلزامونه د څۀ دى چې هغوئ ستا خلاف ګواهى ورکوى؟“</verse>
				<verse number="61">خو هغه چپ پاتې شو او هيڅ جواب يې ورنۀ کړو. بيا مشر اِمام ترې تپوس وکړو، ”ولې تۀ مسيح، د مبارک ذات زوئ يې څۀ؟“</verse>
				<verse number="62">عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ يم، او تاسو به اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته سره د اختيار ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“</verse>
				<verse number="63">په دې وينا مشر اِمام خپله چُوغه وشلوله او وې وئيل چې، ”دے خو کُفر وائى. د دې ګستاخۍ نه پس هم د نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟</verse>
				<verse number="64">تاسو په خپله دا کُفر واورېدو ستاسو فېصله څۀ ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”دے مجرم دے او د مرګ جوګه دے.“</verse>
				<verse number="65">بيا ځينو په هغۀ وتُوکل او سترګې يې ورته پټې کړې او په سوکونو يې وهلو او جر يې ورپسې وويستلو، ”وايه کنه تۀ چا ووهلې.“ او سپاهيانو هم هغه د بوتلو په وخت کښې په څپېړو ووهلو.</verse>
				<verse number="66">په دې دوران کښې پطروس لا هغه شان په صحن کښې وو. د مشر اِمام يوه خِدمتګاره په هغه لاره تېرېدله.</verse>
				<verse number="67">کله چې هغې پطروس اور ته په تودېدو وليدو، نو هغې هغۀ ته وکتل او وې وئيل، ”تۀ خو هم د دې عيسىٰ ناصرى سره وې.“</verse>
				<verse number="68">خو هغه منکر شو او وې وئيل، ”ما ته هيڅ پته نشته، چې دا تۀ لا څۀ وے.“ بيا هغه بهر ډيوډۍ ته لاړو په هم دې وخت چرګ بانګ ووئيلو.</verse>
				<verse number="69">او هغې خِدمتګارې هغه هلته بيا وليدو او ولاړو خلقو ته يې ووئيل، ”دے د هغۀ ملګرے دے.“</verse>
				<verse number="70">خو هغه بيا منکر شو. لږه شېبه وروستو څوک چې هلته ولاړ وُو پطروس ته يې بيا ووئيل، ”بې‌شکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې تۀ هم د ګليل يې.“</verse>
				<verse number="71">په دې هغه په ښيرو سر شو او په قسم سره يې ووئيل، ”تاسو چې د کوم سړى ذکر کوئ زۀ هغه نۀ پېژنم.“</verse>
				<verse number="72">بيا چرګ په دوېم ځل بانګ ووئيلو او پطروس ته راياد شُو چې عيسىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”د چرګ د دوه ځله بانګ وئيلو نه وړاندې به تۀ زما نه درې ځله اِنکارى شې.“ نو هغه بيا ډېر خفه شو او په ژړا شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">هر کله چې سحر شو نو مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو په صلاح دا فېصله وکړه او عيسىٰ يې وتړلو، بيا يې هغه روان کړو، او پيلاطوس ته يې حواله کړو.</verse>
				<verse number="2">پيلاطوس د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”تا په خپله ووې.“</verse>
				<verse number="3">نو بيا مشرانو اِمامانو په هغۀ ډېر اِلزامونه ولګول.</verse>
				<verse number="4">او پيلاطوس د هغۀ نه بيا تپوس وکړو، ”ولې تا سره د خپلې صفايئ دپاره څۀ جواب نشته څۀ؟ تۀ ګورې چې دوئ په تا څومره اِلزامونه لګوى.“</verse>
				<verse number="5">خو پيلاطوس په دې خبره حېران شو چې عيسىٰ بل هيڅ جواب ورنۀ کړو.</verse>
				<verse number="6">د اختر په ورځ د ګورنر دا دستور وو چې د خلقو په خوښه به يې يو قېدى آزادولو.</verse>
				<verse number="7">په دغه وخت کښې برابا نومې يو مجرم د باغيانو سره په قېد کښې وو چې د بغاوت په وخت يې قتل کړے وو.</verse>
				<verse number="8">کله چې خلق د دستور په مطابق خواست له راغلل،</verse>
				<verse number="9">نو پيلاطوس جواب ورکړو چې، ”ولې تاسو دا غواړئ چې زۀ د يهوديانو بادشاه تاسو ته آزاد کړم؟“</verse>
				<verse number="10">ځکه چې هغۀ ته پته وه چې مشرانو اِمامانو عيسىٰ د حسد په وجه دۀ ته حواله کړے وو.</verse>
				<verse number="11">خو مشرانو اِمامانو خلق ولمسول چې هغۀ ته ووايئ چې، ”عيسىٰ نه بلکې برابا را آزاد کړه.“</verse>
				<verse number="12">پيلاطوس بيا هغوئ ته ووئيل چې، ”کوم سړى ته چې تاسو د يهوديانو بادشاه وايئ، د هغۀ سره بيا څۀ وکړم؟“</verse>
				<verse number="13">هغوئ چغې کړې، ”دے په سولۍ راځوړند کړه.“</verse>
				<verse number="14">پيلاطوس تپوس وکړو چې، ”ولې، هغۀ څۀ بد کار کړے دے؟“ خو هغوئ نورې هم چغې تېزې کړې، ”په سولۍ يې کړه.“</verse>
				<verse number="15">نو پيلاطوس د خلقو د تسلۍ دپاره برابا آزاد کړو او عيسىٰ يې په کوړو ووهلو او په سولۍ کولو ته يې ورکړو.</verse>
				<verse number="16">بيا د ګورنر سپاهيانو عيسىٰ قلعې ته بوتلو او ټوله فوجى دسته يې راجمع کړه.</verse>
				<verse number="17">هغوئ عيسىٰ ته کاسنى چُوغه واغوسته او د ازغو تاج يې جوړ کړو او ورته يې په سر کړو.</verse>
				<verse number="18">او بيا يې هغۀ ته په دې وينا سره سلامى کوله، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“</verse>
				<verse number="19">او هغوئ هغه په بينت په سر وهلو او توکاڼى يې پرې تُوکل او بيا هغۀ ته په ګوډو شول او د ټوقو سجدې يې ورته وکړلې.</verse>
				<verse number="20">او چې ټوقې يې بس کړې نو کاسنى چُوغه يې ترې وويستله او خپلې جامې يې ورواغوستلې. بيا يې هغه بهر په سولۍ کولو له بوتلو.</verse>
				<verse number="21">د سکندر او د روفوس پلار شمعون څوک چې د کرينى اوسېدونکے وو هغه د کلى نه په هغه لاره راروان وو نو هغوئ هغه په بيګار ونيولو چې د عيسىٰ سولۍ يوسى.</verse>
				<verse number="22">هغوئ عيسىٰ ګولګتا نومې ځائ ته راوستو چې مطلب يې د کوپړو ځائ دے.</verse>
				<verse number="23">هغۀ ته يې د مُر چيړ سره ګډ کړى مے ورکول خو هغۀ ونۀ څښل.</verse>
				<verse number="24">بيا هغوئ هغه په سولۍ وخېژولو او هر يو د خپل حق معلومولو دپاره د هغۀ په جامو پچه واچوله او په خپلو کښې يې تقسيم کړې.</verse>
				<verse number="25">د سولۍ کولو وخت د سحر نهۀ بجې وو.</verse>
				<verse number="26">او د هغۀ خلاف د اِلزام په تخته څۀ داسې ليکلے وو، ”د يهوديانو بادشاه.“</verse>
				<verse number="27">هغوئ دوه ډاکوان هم د هغۀ سره په سولۍ کړى وُو، يو يې د هغۀ ښى او بل يې د هغۀ ګس لاس ته راځوړند کړے وو.</verse>
				<verse number="28"></verse>
				<verse number="29">څوک چې په لاره تېرېدل نو هغۀ پورې يې مسخرې کولې او سرونه به يې خوځول او چغې سورې به يې وهلې، ”اوس خپل ځان ته وګوره، تۀ به د خُدائ دا کور ورانوې او بيا به يې په درېو ورځو کښې جوړوې.</verse>
				<verse number="30">ښه نو بيا خپل ځان بچ کړه، او د دې سولۍ نه راکوز شه.“</verse>
				<verse number="31">دغه شان مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو هم په خپلو کښې ورپورې مسخرې کولې، او وئيل يې چې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے.</verse>
				<verse number="32">پرېږدئ چې مسيح، دا د بنى اِسرائيلو بادشاه، دې اوس د سولۍ نه راکوز شى، چې مونږ دا ووينو او ايمان پرې راوړو.“ تر دې چې د دۀ سره په سولۍ شوو مجرمانو هم دۀ ته سپکې سپورې وئيلې.</verse>
				<verse number="33">د غرمې په وخت په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د تېر ماسپښين تر درېو بجو پورې وه.</verse>
				<verse number="34">او درې بجې عيسىٰ په زوره چغې کړې چې، ”ايلى، ايلى، لما شبقتنى؟“ چې ترجمه يې دا ده، ”اے زما خُدايه پاکه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟“</verse>
				<verse number="35">ځينې ولاړو خلقو چې دا واورېدل نو وې وئيل چې، ”وګورئ، دے اوس الياس ته نعرې وهى.“</verse>
				<verse number="36">نو بيا يو کس ورمنډه کړه، يو اسفنج يې د سرکې نه ډک کړو او د هغۀ شونډو ته يې د يوې چوکې په سر ونيولو چې وې څښې او هغۀ ووئيل، ”اوس به وګورو چې الياس راشى او دے راکوز کړى.“</verse>
				<verse number="37">بيا عيسىٰ يوه تېزه کريکه وويسته او ساه يې ورکړه.</verse>
				<verse number="38">او د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه.</verse>
				<verse number="39">او کوم صوبه دار چې هغۀ ته مخامخ ولاړ وو نو چې هغۀ وليدل چې هغۀ څنګه ساه ورکړه نو وې وئيل، ”بې‌شکه چې دا سړے د خُدائ پاک زوئ وو.“</verse>
				<verse number="40">يو څو ښځې هم هلته موجود وې چې د لرې نه يې تماشه کوله. په هغوئ کښې مريم مګدلينى، د کشر يعقوب چې يوسيس مور مريم چې سلومى وې.</verse>
				<verse number="41">نو کله چې عيسىٰ په ګليل کښې وو نو هم دې ښځو د هغۀ تابعدارى کړې وه او د هغۀ خِدمت يې کړے وو او په دوئ کښې نورې ښځې هم وې څوک چې د هغۀ سره يروشلم ته راغلې وې.</verse>
				<verse number="42">دا هر څۀ د جمعې په ورځ وشُو، يعنې د تيارۍ په ورځ، د سبت نه يوه ورځ وړاندې. نو چې ماښام رانزدې شو،</verse>
				<verse number="43">د ارمتيه يوسف نومې يو سړے راغلو څوک چې د جرګې يو عزتمند کس وو او هغه په خپله ډېر اُميد سره د خُدائ پاک د بادشاهۍ د راتلو په اِنتظار وو، نو په زړۀ ورتيا سره پيلاطوس له ورغلو او د عيسىٰ لاش يې ترې وغوښتو.</verse>
				<verse number="44">پيلاطوس حېران شو چې هغه مړ شوے هم دے، نو هغۀ صوبه دار راوغوښتو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”هغه مړ دے او کۀ نه؟“</verse>
				<verse number="45">کله چې هغه د صوبه دار نه خبر شو چې هغه مړ دے نو هغۀ يوسف له اجازت ورکړو چې لاش يې يوسى.</verse>
				<verse number="46">بيا يوسف د کتان کپړه په بيعه واخسته او د هغۀ لاش يې د سولۍ نه راکوز کړو او کفن يې کړو او په کنستلے شوى قبر کښې يې کېښودو. او يو لوئ کاڼے يې د قبر خولې ته راورغړولو.</verse>
				<verse number="47">او مريم مګدلينى او د يوسيس مور مريم هغه ځائ وليدو په کوم ځائ کښې چې يې هغه کېښودو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">هر کله چې د سبت ورځ تېره شوه، مريم مګدلينى، د يعقوب مور مريم او سلومى خوشبوداره تېل واخستل او نيت يې وکړو چې ورشى او د عيسىٰ په لاش يې واچوى.</verse>
				<verse number="2">او د اِتوار په ورځ سحر وختى د نمر راختو نه لږ وروستو هغوئ قبر له ورغلې.</verse>
				<verse number="3">په لاره هغوئ يو بل ته ووئيل چې، ”مونږ ته به د غار د خولې نه کاڼے څوک ورغړوى؟“</verse>
				<verse number="4">خو چې هغوئ په غور سره وکتل نو څۀ ګورى چې کاڼے د مخکښې نه رغړېدلے وو اګر چې دغه کاڼے ډېر غټ وو.</verse>
				<verse number="5">هغوئ چې قبر ته ورننوتلې، نو يو ځوان يې وليدو چې ښى اړخ ته ناست وو او سپينه چُوغه يې اچولې وه، او هغوئ اريانې دريانې شوې.</verse>
				<verse number="6">خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، تاسو د عيسىٰ ناصرى ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ کړے شوے وو. هغه بيا پورته کړے شوے دے، هغه دلته نشته. وګورئ، دا هغه ځائ دے چرته چې يې هغه اېښودے وو.</verse>
				<verse number="7">خو لاړې شئ، د هغۀ مريدانو او پطروس ته دا خبر ورسوئ چې هغه ستاسو نه وړاندې ګليل ته روان دے، تاسو به هغه هلته ووينئ لکه څنګه چې هغۀ تاسو ته فرمائيلى وُو.“</verse>
				<verse number="8">نو هغوئ بهر ووتلې او د قبر نه په تېښته لاړې ځکه چې هغوئ يرې او ډېر هيبت اخستې وې. هغوئ هيچا ته هم غږ ونۀ کړو ځکه چې هغوئ يرېدلې.</verse>
				<verse number="9">کله چې عيسىٰ د اِتوار په سحر د مړو نه راژوندے شو نو اول مريم مګدلينى ته ښکاره شو د چا نه چې هغۀ اووۀ پيريان لرې کړى وُو.</verse>
				<verse number="10">هغه لاړه او د هغۀ مريدانو له ورغله چې ژړا انګولا يې کوله او هغوئ ته يې ټوله قيصه بيان کړه.</verse>
				<verse number="11">خو چې هغوئ دا واورېدل چې هغه بيا ژوندے شوے دے او هغې ليدلے دے نو باور يې پرې ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="12">پس له هغې نه هغه په يو بل شکل په دوو مريدانو راپېښ شو څوک چې بهر پټو ته په لاره روان وُو.</verse>
				<verse number="13">هغوئ واپس لاړل او نورو مريدانو ته يې ووئيل خو هغوئ پرې يقين ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="14">وروستو هغه يوولسو مريدانو ته هغه وخت ښکاره شو چې هغوئ روټۍ ته ناست وُو، او هغۀ هغوئ په خپلو بې‌يقينۍ او سختو زړونو ملامته کړل ځکه چې هغوئ د هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چې هغه بيا ژوندے ليدلے وو.</verse>
				<verse number="15">بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ټولې دُنيا ته لاړ شئ او زما د زيرى وعظ ټول مخلوق ته وکړئ.</verse>
				<verse number="16">هر څوک چې پرې ايمان راوړى او بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصون بيامومى، او هر څوک چې پرې ايمان رانۀ وړى هغه به مجرم شى.</verse>
				<verse number="17">څوک چې ايمان راوړى دا معجزې به ترېنه څرګنديږى چې زما په نوم به پيريان شړى او په نورو ژبو به خبرې کوى.</verse>
				<verse number="18">کۀ هغوئ مارانو له لاس وروړى يا زهر وخورى نو هغوئ ته به ضرر نۀ رسى، او په کومو بيمارانو چې هغوئ لاس کېږدى، هغوئ به روغ شى.“</verse>
				<verse number="19">هغوئ سره د خبرو کولو نه پس مالِک عيسىٰ آسمان ته پورته کړے شو او هغه د خُدائ پاک ښى طرف ته کښېناستو.</verse>
				<verse number="20">نو بيا هغوئ بهر ووتل او هر چرته يې کلام بيانولو، او مالِک د هغوئ سره کار کولو او د هغه معجزو په وسيله کومې چې هغۀ ښودلې کلام صحيح ثابتولو.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="42">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">ډېرو خلقو په دې لاس پورې کړے دے چې د هغه واقعاتو ترتيب وار بيان وکړى کوم چې زمونږ په مينځ کښې تير شوى دى.</verse>
				<verse number="2">بلکې هغوئ مونږ ته خبرې حواله کړې دى او چا چې دا واقعات د سر نه په خپلو سترګو ليدلى وُو هغوئ د زيرى خادِمان وُو.</verse>
				<verse number="3">نو زۀ هم په خپل وار، اے خوږه تيوفيلوسه، ستا دپاره د پوره تحقيق نه پس دا ټولې خبرې په ترتيب سره ليکم.</verse>
				<verse number="4">دا د دې دپاره چې ستا په هغه خبرو پوره يقين وشى د کومو نه چې تۀ خبر کړے شوے يې.</verse>
				<verse number="5">د يهوديه د هيروديس بادشاه په زمانه کښې يو يهودى اِمام وو چې نوم يې زکرياه وو. دے د ابياه د خاندانه وو. د هغۀ ښځه د هارون د اولاده وه. د هغې نوم اليشبع وو.</verse>
				<verse number="6">دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بې‌عېبه منل.</verse>
				<verse number="7">خو د هغوئ اولاد نۀ وو ځکه چې اليشبع شنډه وه او دوئ دواړه د ډېر عُمر وُو.</verse>
				<verse number="8">يو ځلې چې د زکرياه د خاندان د خِدمت وار وو او هغۀ د اِمامت فرض پوره کولو،</verse>
				<verse number="9">نو د اِمامت د طريقې په مطابق د هغۀ د نامى هسک راووتلو چې د مالِک خُدائ کور ته ننوځى او خوشبوئى وسيزى.</verse>
				<verse number="10">دا د خوشبويۍ د سيزولو وخت وو او بهر ټوله جمع په عبادت کښې مشغوله وه،</verse>
				<verse number="11">چې د مالِک خُدائ يوه فرښته د خوشبويۍ د قربان‌ګاه ښى طرف ته ولاړه ښکاره شوه.</verse>
				<verse number="12">د دې په ليدلو زکرياه حېران شو او يرې واخستو.</verse>
				<verse number="13">خو فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”زکرياه. يرېږه مه. ستا دُعا قبوله شوه، ستا د ښځې اليشبع به يو زوئ وشى او تۀ به د هغۀ نوم يحيىٰ کېږدې.</verse>
				<verse number="14">ستا زړۀ به د خوشحالۍ نه ټوپونه وهى او ډېر خلق به د هغۀ په پېدايښت خوشحاله شى،</verse>
				<verse number="15">ځکه چې هغه به د مالِک خُدائ په نزد لوئ وى. هغه به مے او شراب کله هم نۀ څښى، د مور د ګېډې نه به هغه په روحُ القُدس معمور وى،</verse>
				<verse number="16">او هغه به ډېر بنى اِسرائيل د مالِک خُدائ پاک لارې ته راواړوى.</verse>
				<verse number="17">هغه به د الياس په روح او طاقت د مالِک نه وړاندې روان وى، چې د پلارانو په زړونو کښې خپلو بچو دپاره دوباره مينه واچوى او چې نافرمانه د صادقانو حکمت ته راوګرځوى او خلق د مالِک خُدائ د تابعدارۍ دپاره تيار کړى.“</verse>
				<verse number="18">زکرياه فرښتې ته وفرمائيل، ”زۀ څنګه په دې باور کولے شم؟ زۀ په خپله بوډا يم او زما ښځه هم بوډۍ ده.“</verse>
				<verse number="19">فرښتې جواب ورکړو چې، ”زۀ جبرائيل يم، زۀ د خُدائ پاک په حضور کښې ودرېږم او زۀ يې تا سره د خبرو کولو او د دې زېرى درکولو دپاره رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="20">خو اوس واوره چې تۀ به د خبرو طاقت بائيلې او د دې کار د کېدو پورې به ستا خولۀ بنده وى ځکه چې تا په ما باور ونۀ کړو، او په خپل مقرر وخت به زما خبره صحيح ثابته شى.“</verse>
				<verse number="21">په دې دوران کښې خلق د زکرياه په اِنتظار وُو او سوچ يې کولو چې هغه د خُدائ په کور کښې ولې دومره ايسار شو.</verse>
				<verse number="22">کله چې هغه راووتو نو د هغوئ سره يې خبرې نۀ شوې کولے او هغوئ پوهه شُو چې هغۀ د خُدائ په کور کښې څۀ رويا وليده. او هغوئ ته يې اِشارې کولې خو ژبه يې نۀ چلېده.</verse>
				<verse number="23">کله چې د هغۀ د خِدمت ورځې ختمې شوې نو زکرياه کور ته لاړو.</verse>
				<verse number="24">د دې نه پس د زکرياه ښځه اليشبع اُميدواره شوه او پينځۀ مياشتې هغې خپل ځان پټ وساتلو.</verse>
				<verse number="25">دا يې ووئيل چې، ”دا د مالِک خُدائ رضا ده چې اوس هغۀ زما سترګې اوچتې کړې او زۀ يې د بنى آدمو په وړاندې په خپل فضل سره د سپکاوى نه بچ کړم.“</verse>
				<verse number="26">بيا د هغې په شپږمه مياشت خُدائ پاک جبرائيل فرښته د ګليل ناصرت نومې ښار ته يوې پېغلې ته ورولېږله</verse>
				<verse number="27">چې کوژدن يې د داؤد د خاندان يوسف نومې سړى سره شوې وه او د دې پېغلې نوم مريم وو.</verse>
				<verse number="28">هغې ته فرښته ښکاره شوه او ورته يې وفرمائيل، ”مبارک شه. په تا ډېر فضل شوے دے، مالِک خُدائ ستا مل دے.“</verse>
				<verse number="29">هغې چې څۀ وفرمائيل مريم په هغې ډېره فکرمنده شوه او حېرانه وه چې د دې مبارکۍ څۀ مطلب دے.</verse>
				<verse number="30">بيا فرښتې هغې ته وفرمائيل چې، ”مريمې. يرېږه مه. خُدائ پاک په تا مهربانه شوے دے.</verse>
				<verse number="31">ګوره، تۀ به اُميدواره شې او يو زوئ به دې وشى او تۀ به د هغۀ نوم عيسىٰ کېږدې.</verse>
				<verse number="32">هغه به لوئ وى او هغه به د خُدائ تعالىٰ زوئ وبللے شى. مالِک خُدائ پاک به هغۀ ته د خپل نيکۀ داؤد تخت ورکړى.</verse>
				<verse number="33">هغه به د تل دپاره د يعقوب په خاندان بادشاهى کوى او بادشاهى به يې هيڅکله نۀ ختميږى.“</verse>
				<verse number="34">مريمې وفرمائيل چې، ”دا څنګه کېدے شى؟ زۀ خو لا وادۀ شوې هم نۀ يم.“</verse>
				<verse number="35">فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى.</verse>
				<verse number="36">بله دا چې ستا خپلوانه اليشبع هم اُميدواره ده او په زوړ عُمر به زوئ راوړى او څوک چې په شنډه مشهوره وه، د هغې د اُميدوارۍ شپږمه مياشت ده.</verse>
				<verse number="37">ځکه چې هيڅ يو کار د خُدائ پاک دپاره ناممکنه نۀ دے.“</verse>
				<verse number="38">مريم وفرمائيل چې، ”زۀ د مالِک خُدائ وينځه يم. تا چې څۀ فرمائيلى دى، هم داسې دې وشى.“ بيا فرښته د هغې نه لاړه.</verse>
				<verse number="39">په دغه وخت مريم نېغه راپاڅېدله او يو ښار ته لاړه کوم چې د يهوداه په غريزه علاقه کښې وو.</verse>
				<verse number="40">هغه د زکرياه کره ورغله او په اليشبع يې سلام واچولو.</verse>
				<verse number="41">کله چې اليشبع د مريمې سلام واورېدو نو ماشوم د هغې په ګېډه کښې په ټوپونو شو نو اليشبع د روحُ القُدس نه معموره شوه.</verse>
				<verse number="42">او په زوره يې ووئيل، ”په ټولو ښځو کښې تۀ مبارکه يې او ستا د ګېډې مېوه مبارکه ده.</verse>
				<verse number="43">زۀ څوک يم چې زما د مالِک مور دې زما تپوس له راشى؟</verse>
				<verse number="44">چې څنګه ستا سلام زما تر غوږو شو نو زما په ګېډه کښې زما بچى ټوپ ووهلو.</verse>
				<verse number="45">څومره بختوره ده هغه چې په دې يې ايمان دے چې د مالِک خُدائ قول به پوره شى.“</verse>
				<verse number="46">او مريمې وفرمائيل چې، ”اے زما زړۀ. د مالِک خُدائ لوئى بيان کړه.</verse>
				<verse number="47">اے زما زړۀ. خوشحالى وکړه، خوشحالى وکړه. زما د خلاصوونکى خُدائ پاک په نوم،</verse>
				<verse number="48">چې هغۀ د خپلې عاجزې وينځې په حال دومره لوئ نظر کړے دے. د نن ورځې نه پس به راتلونکى ټولې پيړۍ ما ته بختوره وائى.</verse>
				<verse number="49">ځکه هغۀ زما دپاره دومره لوئ کارونه کړى دى. د هغۀ نوم پاک دے.</verse>
				<verse number="50">او څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ د هغۀ رحم پيړۍ په پيړۍ دے.</verse>
				<verse number="51">او هغه کارونه چې د هغۀ لاس کړى دى، د هغۀ قوت څرګندوى. کبرژن او مغروره يې په خپلو خيالونو سره دانه وانه کړى دى.</verse>
				<verse number="52">هغۀ حکمرانان د تختُونو نه راغورزولى دى خو غريبانان يې لويو مرتبو ته رسولى دى.</verse>
				<verse number="53">اوږى يې په ښۀ څيزونو ماړۀ کړى دى او مالدار يې تش لاس شړلى دى.</verse>
				<verse number="54">هغۀ د خپل خادِم بنى اِسرائيل مدد کړے دے، لکه چې زمونږ نيکونو ته هغۀ وئيلى وُو،</verse>
				<verse number="55">هغۀ په اِبراهيم او د هغۀ په اولاد رحم کول چرې هېر نۀ کړل.“</verse>
				<verse number="56">مريم د اليشبع سره درې مياشتې پاتې شوه او بيا کور ته واپس راغله.</verse>
				<verse number="57">بيا د اليشبع د بچى پېدا کېدو وخت پوره شو او د هغې زوئ پېدا شو.</verse>
				<verse number="58">هر کله چې د هغې ګاونډيانو او خپلوانو دا واورېدل نو ډېره زياته خوشحالى يې ورسره وکړه چې مالِک خُدائ پرې لوئ رحم وکړو.</verse>
				<verse number="59">او هغوئ په اتمه ورځ بيا راغلل چې ماشوم سنت کړى او هغوئ دا غوښتل چې د هغۀ د پلار نوم زکرياه پرې کېږدى.</verse>
				<verse number="60">خو د هغۀ مور ورته ووئيل چې، ”نه. دے به يحيىٰ بللے شى.“</verse>
				<verse number="61">خو هغوئ ووئيل چې، ”ستا په خاندان کښې خو د هيچا هم داسې نوم نشته.“</verse>
				<verse number="62">بيا هغوئ د هغۀ د پلار نه په اِشارو تپوس وکړو چې، ”د دۀ نوم څۀ اېښودل په کار دى؟“</verse>
				<verse number="63">هغۀ د ليکلو يوه تختۍ راوغوښته او په دې ټول حېران شول چې هغۀ دا وليکل چې، ”د دۀ نوم به يحيىٰ وى.“</verse>
				<verse number="64">سمدستى د هغۀ شونډې او ژبه آزاد شول او هغه ګويا شو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.</verse>
				<verse number="65">ټول ګاونډيان په دې خبره هيبت واخستل او دا خبرې د يهوديه په غريزه علاقه کښې هرې خوا ته خورې شولې.</verse>
				<verse number="66">چا چې دا واورېدل په هغوئ ډېر اثر وشو او وې وئيل چې، ”د دې ماشوم نه به څۀ جوړيږى؟“ ځکه چې د مالِک خُدائ لاس د دۀ په سر دے.</verse>
				<verse number="67">بيا د هغۀ پلار زکرياه د روحُ القُدس نه معمور شو او دا پېشګوئې يې وکړه،</verse>
				<verse number="68">”ثنا دې وى د بنى اِسرائيل په مالِک خُدائ پاک، ځکه چې هغۀ په خپلو بنديانو نظر وکړو، او هغوئ يې په بيعه واخستل او آزاد يې کړل.</verse>
				<verse number="69">او د خپل خادِم داؤد په کور کښې يې يو زورَور خلاصونکے پېدا کړو.</verse>
				<verse number="70">او لکه چې هغۀ د وړومبو مقدسو نبيانو په خولۀ څو پيړۍ وړاندې وعده کړې وه</verse>
				<verse number="71">چې هغه به مونږ د خپلو دشمنانو نه خلاص کړى او د هغوئ ټولو د لاسونو نه څوک چې راسره کينه ساتى.</verse>
				<verse number="72">او دا چې هغه به زمونږ په پلار نيکۀ رحم وکړى او خپله مقدسه وعده به ياده ساتى.</verse>
				<verse number="73">هم دا قَسم هغۀ زمونږ د پلار اِبراهيم سره کړے وو،</verse>
				<verse number="74">چې هغه به مونږ د دشمنانو د لاسه بچ ساتى، او د يرې نه به امان راکړى</verse>
				<verse number="75">چې مونږ ټول عُمر په پاکۍ او په صداقت د هغۀ عبادت وکړُو.</verse>
				<verse number="76">او اے زما وړوکيه، تۀ به د خُدائ تعالىٰ نبى بللے شې ځکه چې تۀ به د مالِک په وړاندې تير شې چې د هغۀ لارې تيارې کړې،</verse>
				<verse number="77">او تۀ به د هغۀ خلق په دې پوهه کړې چې خلاصون د ګناهونو په معافۍ کښې دے.</verse>
				<verse number="78">زمونږ د خُدائ پاک د خالص رحم په وجه به د سحر نمر په مونږ راوخېژى،</verse>
				<verse number="79">او په هغوئ به وځليږى څوک چې په تيارۀ کښې او د مرګ په سورى کښې ناست وى او چې زمونږ قدمونه د خير او سلامتۍ په لاره سم کړى.“</verse>
				<verse number="80">څنګه چې دغه ماشوم لوئېدو نو روحانى قوت يې موندو او تر هغې ورځې پورې په بيابان کښې اوسېدو ترڅو چې هغه بنى اِسرائيلو ته ښکاره راڅرګند شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">په هغه ورځو کښې د رومى قيصر اوګوستوس د طرف نه دا فرمان جارى شو چې په رومى بادشاهۍ کښې دې د ټولو خلقو مردم‌شمارى وشى.</verse>
				<verse number="2">دا وړومبۍ مردم‌شمارى وه چې د شام د ګورنر کيرينيوس په وخت کښې وشوه.</verse>
				<verse number="3">د دې دپاره هر يو کس خپلې خپلې ښاريې ته د مردم‌شمارۍ دپاره لاړو.</verse>
				<verse number="4">نو دغه شان يوسف هم د ګليل د ناصرت نه يهوديه ته لاړو چې د داؤد په ښاريه بيت‌لحم کښې خپل نوم وليکى ځکه چې هغه د داؤد د خاندان نه وو.</verse>
				<verse number="5">او هغه سره د مريمې لاړو څوک چې د هغۀ چنغله وه او هغه د مخکښې نه اُميدواره وه.</verse>
				<verse number="6">او کله چې هغوئ لا هلته کښې وُو نو د هغې ماشوم د پېدا کېدو ورځې پوره شوې،</verse>
				<verse number="7">او د هغې اول زوئ پېدا شو. هغې هغه په اوړنى کښې ونغښتو او په يو اخور کښې يې کېښودو ځکه چې په سرائى کښې د هغوئ دپاره ځائ نۀ وو.</verse>
				<verse number="8">هم په دغه علاقه کښې څۀ شپونکى وُو چې په پټو کښې يې د شپې د خپلو رمو څوکيدارى کوله،</verse>
				<verse number="9">چې ناګهانه د مالِک خُدائ فرښته د هغوئ په وړاندې راڅرګنده شوه او د مالِک خُدائ نُور د هغوئ چارچاپيره خور شو او هغوئ يرې واخستل.</verse>
				<verse number="10">خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه. ما تاسو له يو ښۀ زېرے راوړے دے چې د ټولو خلقو دپاره به يوه لويه خوشحالى وى.</verse>
				<verse number="11">نن د داؤد په ښار کښې ستاسو خلاصونکے پېدا شوے دے چې هغه مسيح مالِک دے.</verse>
				<verse number="12">او ستاسو دپاره د هغۀ دا نښه ده چې تاسو به يو ماشوم په اوړنى کښې انغښتے په اخور کښې ومومئ.“</verse>
				<verse number="13">ناګهانه د هغې فرښتې سره د آسمانى لښکر يوه ډله راڅرګنده شوه او د خُدائ پاک دا ثنا يې ووئيله چې،</verse>
				<verse number="14">”د خُدائ پاک حمد دې وى پاس په آسمان کښې، او په زمکه دې د هغه خلقو دپاره خير او سلامتى وى د چا نه چې هغه رضا دے.“</verse>
				<verse number="15">کله چې فرښتې د هغه ځايه آسمان طرف ته رُخصت شوې نو شپونکو يو تر بله ووئيل، ”ځئ چې اوس سمدستى بيت‌لحم ته لاړ شُو او دا شوے کار ووينو کوم چې مالِک خُدائ مونږ ته څرګند کړے دے.“</verse>
				<verse number="16">هغوئ په منډه لاړل د مريمې او يوسف پته يې ولګوله او هغه ماشوم يې په اخور کښې پروت وموندلو.</verse>
				<verse number="17">کله چې هغوئ هغه ماشوم وليدو نو زر يې دا خبره خوره کړه څۀ چې دوئ ته د هغۀ په حقله وئيلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="18">او د دې شپونکو خبره چې چا واورېدله، ټول حق حېران شول.</verse>
				<verse number="19">خو مريمې په دې ټولو واقعو سوچ کولو او په زړۀ کښې يې ساتلى.</verse>
				<verse number="20">خو شپونکو په واپس تلو کښې د خُدائ پاک ثناء صِفت بيانولو ځکه چې بلکل هر څۀ يې هغه شان وليدل او واورېدل لکه څنګه چې فرښتې ورته فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="21">اتۀ ورځې پس هغه سنت شو او د هغۀ نوم يې عيسىٰ کېښودو. دا هغه نوم وو چې د هغۀ د مور په ګېډه کېدو نه مخکښې فرښتې په هغۀ اېښودے وو.</verse>
				<verse number="22">نو د موسىٰ د شريعت په مطابق چې د هغوئ د څلوېښتۍ ورځې پوره شوې نو يروشلم ته يې بوتلو چې مالِک خُدائ ته يې پېش کړى،</verse>
				<verse number="23">لکه چې د مالِک خُدائ په شريعت کښې ليکلى دى چې، ”هر وړومبے نر ماشوم چې پېدا شى هغه به مالِک خُدائ ته وقف شى.“</verse>
				<verse number="24">نو هغوئ بيا د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق قربانى وکړه، يعنې يوه د کُړکوړو جوړه يا د کونترو دوه بچى.</verse>
				<verse number="25">په هغه ورځو کښې په يروشلم کښې شمعون نومې يو سړے وو. هغه رښتينے او پرهيزګاره وو، څوک چې د بنى اِسرائيلو د بچ کېدو په طمع وو او د روحُ القُدس نه معمور وو.</verse>
				<verse number="26">روحُ القُدس هغۀ ته دا پېغام ورکړے وو، ترڅو پورې چې تا د مالِک خُدائ مسيح ليدلے نۀ وى تر هغې به تۀ نۀ مرې.</verse>
				<verse number="27">نو هغه د روحُ القُدس په هدايت د خُدائ کور ته راغلو. او کله چې د عيسىٰ مور پلار هغه ماشوم عيسىٰ دننه راوړو چې د شريعت په مطابق يې خُدائ ته وقف کړى،</verse>
				<verse number="28">نو شمعون هغه په غېږ کښې واخستو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله، او داسې يې ووئيل چې،</verse>
				<verse number="29">”اے مالِکه، نن تۀ خپل خادِم د خپلې وعدې په مطابق په سلامتۍ سره رخصتوې،</verse>
				<verse number="30">ځکه چې ما په خپلو سترګو ستا هغه خلاصون وليدلو</verse>
				<verse number="31">چې تا د ټولو قومونو په وړاندې تيار کړے دے.</verse>
				<verse number="32">هغه به د د غېر‌يهوديانو دپاره رڼا وى او بنى اِسرائيلو ته به جلال ورکړى.“</verse>
				<verse number="33">د ماشوم مور او پلار هغه خبرو ته ګوته په خولۀ وو کومې خبرې چې د هغۀ په حقله وئيلے شوې.</verse>
				<verse number="34">بيا شمعون د هغۀ دپاره برکت وغوښتو او د هغۀ مور مريمې ته يې ووئيل چې، ”دا ماشوم په بنى اِسرائيلو کښې د ډېرو د بربادېدو او آبادېدو دپاره مقرر شوے دے، او د خُدائ پاک د طرف نه داسې نښه ده چې ډېر خلق به د هغۀ مخالفت کوى</verse>
				<verse number="35">ځکه چې د ډېرو خلقو د زړُونو پټ خيالونه به ښکاره شى. او د غم په وجه به ستا حال داسې وى لکه ستا زړۀ چې په تُوره وهلے شوے وى.“</verse>
				<verse number="36">په دغه ورځو کښې د آشر په خيل کښې حناه نومې يوه پېغمبره وه څوک چې د فنواېل لور وه. هغه ډېره بوډۍ ښځه وه او د وادۀ په اوؤم کال کونډه شوې وه،</verse>
				<verse number="37">او بيا د څلورو اتياو کالو پورې کونډه وه. هغې د خُدائ د کور د تلو راتلو پابندى کوله، شپه او ورځ به يې روژې ساتلې او دُعا به يې کوله</verse>
				<verse number="38">نو په هغه ساعت هغه راغله او د خُدائ پاک شُکر يې وکړو. نو هغې هغه ټولو خلقو ته د هغه ماشوم په حقله خبرې وکړې چې د يروشلم د آزادۍ په اِنتظار وُو.</verse>
				<verse number="39">هرکله چې يوسف او مريم د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق هر څۀ پوره کړل نو هغوئ په ګليل کښې خپلې ښاريې ناصرت ته واپس شول.</verse>
				<verse number="40">نو دغه ماشوم لوئېدو، قوت او حکمت يې موندلو او د خُدائ پاک فضل ورسره وو.</verse>
				<verse number="41">د عيسىٰ مور پلار به هر کال يروشلم ته د فسحې اختر له تلل.</verse>
				<verse number="42">او چې هغه د دولسو کالو شو نو هغوئ د خپل دستور په مطابق د اختر دپاره لاړل.</verse>
				<verse number="43">نو چې د اختر ورځې پوره شوې او هغوئ کور ته واپس روان شول نو عيسىٰ په يروشلم کښې ايسار شو خو مور پلار ته يې پته نۀ وه.</verse>
				<verse number="44">او هغوئ ټوله ورځ په دې خيال سفر وکړو چې ګنې هغه به په قافله کښې چرته وى، خو ماښام يې بيا په خپلو خپلوانو او دوستانو کښې د هغۀ لټون شروع کړو.</verse>
				<verse number="45">چې وې نۀ موندلو نو يروشلم ته راواپس شول چې هلته يې ولټوى.</verse>
				<verse number="46">په درېمه ورځ يې هغه د خُدائ په کور کښې ناست وموندلو چې د اُستاذانو سره ناست وو او د هغوئ خبرو ته يې غوږ نيولے وو او تپوسونه يې ترې کول.</verse>
				<verse number="47">او هغوئ ټول چا چې د هغۀ خبرې واورېدې، د هغۀ په پوهه او په جوابونو اريان دريان وُو.</verse>
				<verse number="48">مور پلار د هغۀ په ليدو حق حېران شول او د هغۀ مور ورته ووئيل چې، ”زويه. تا مونږ سره داسې ولې وکړل؟ ستا پلار او ما تۀ ډېر په فکرمندۍ سره لټولې.“</verse>
				<verse number="49">هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو زۀ ولې لټولم؟ تاسو ته پته نۀ وه چې ما ته د خپل پلار په کور کښې پاتې کېدل په کار وو؟“</verse>
				<verse number="50">خو هغوئ د هغۀ د خبرې په مطلب ونۀ رسېدل.</verse>
				<verse number="51">بيا هغه د هغوئ سره ناصرت ته واپس لاړو او د هغوئ د تابعدارۍ لاندې يې وخت تېرولو. مور يې دا ټولې خبرې په زړۀ کښې پټې وساتلې.</verse>
				<verse number="52">او د عيسىٰ حِکمت او ونه لوئېدل او د خُدائ پاک او د بنى آدمو په نظر کښې يې قبوليت وموندو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">د قيصر تيبريوس د حکومت په پينځلسم کال کښې پنطوس پيلاطوس د يهوديه ګورنر وو او هيروديس د ګليل ګورنر، د هغۀ ورور فيليپوس د اِتُوريه او تراخونيتيس او ليسانياس د ابيلينے ګورنران وُو.</verse>
				<verse number="2">د مشرانو اِمامانو اناس او کائفس په وخت کښې د زکرياه په زوئ يحيىٰ باندې په بيابان کښې د خُدائ پاک کلام نازل شو.</verse>
				<verse number="3">هغه د اُردن په ټوله سيمه کښې ګېرچاپېره وګرځېدو او دا بيان يې کولو چې د توبې بپتسمه واخلئ او ستاسو ګناهونه به معاف شى.</verse>
				<verse number="4">څنګه چې د يشعياه نبى په صحيفه کښې ليکلے شوى دى چې، ”په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې، د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ.</verse>
				<verse number="5">هره دره به ډکه شى، هره غونډۍ او غر به هوار شى. کاږۀ به نېغ کړے شى، او ناهمواره لار به هواره کړے شى.</verse>
				<verse number="6">او ټول مخلوق به د خُدائ پاک خلاصون ووينى.“</verse>
				<verse number="7">ګڼ خلق بهر راووتل چې د يحيىٰ نه بپتسمه واخلى خو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”اے د مارانو بچو، تاسو ته چا خبردارے درکړو چې د راتلونکى غضب نه وتښتئ؟</verse>
				<verse number="8">نو داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى. تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.</verse>
				<verse number="9">اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به اچولے شى.“</verse>
				<verse number="10">خلقو ترې تپوس وکړو، ”نو بيا مونږ څۀ وکړو؟“</verse>
				<verse number="11">هغۀ جواب ورکړو چې، ”د کوم سړى سره چې دوه قميصونه وى، يو دې هغۀ له ورکړى چې د چا سره يو هم نۀ وى، او د چا سره چې خوراک وى هغه دې هم داسې وکړى.“</verse>
				<verse number="12">ځينې محصولچيان هم بپتسمې اخستلو له راغلى وُو او هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه. مونږ څۀ وکړو؟“</verse>
				<verse number="13">هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”ستاسو دپاره چې څۀ مقرر شوى دى د هغې نه زيات مۀ اخلئ.“</verse>
				<verse number="14">سپاهيانو هم ترېنه دا تپوس وکړو چې، ”مونږ څۀ وکړو؟“ هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”د چا نه په زوره پېسې مۀ اخلئ او په چا د دروغو اِلزام مۀ لګوئ، په خپله تنخواه صبر کوئ.“</verse>
				<verse number="15">خو ټول خلق د مسيح په اِنتظار وُو او د يحيىٰ په حقله يې په خپلو زړُونو کښې سوچ کولو چې ګنې هغه به مسيح وى.</verse>
				<verse number="16">خو يحيىٰ هغوئ ټولو ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو له په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې راتلونکے دے هغه زما نه ډېر زورَور دے، او زۀ د هغۀ د پېزار د تسمو د پرانستلو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو ته په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.</verse>
				<verse number="17">ښاخۍ د هغۀ په لاس کښې ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى او غنم به په خپله خمبه کښې جمع کوى، خو بوس به په هغه اور کښې سوزوى چې هيڅکله نۀ مرى.“</verse>
				<verse number="18">په دې شان سره هغۀ خلق نور هم ډاډه کول او زېرے يې ورته اورولو.</verse>
				<verse number="19">خو يحيىٰ هيروديس ګورنر د خپل ورور د ښځې هيرودياس سره په وادۀ کولو او په نورو بدو کارونو ملامته کړو.</verse>
				<verse number="20">خو د دې ټولو بدو کارونو دپاسه يې يحيىٰ ګرفتار کړو او په قېدخانه کښې يې واچولو.</verse>
				<verse number="21">کله چې ټولو خلقو بپتسمه واخسته نو عيسىٰ هم بپتسمه واخسته، او چې دُعا يې کوله نو آسمان پرانستے شو،</verse>
				<verse number="22">او روحُ القُدس د يوې کونترې په شکل په عيسىٰ راکوز شو او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”تۀ زما محبوب زوئ يې، ستا نه زۀ راضى يم.“</verse>
				<verse number="23">څۀ وخت چې عيسىٰ خپل خِدمت شروع کړو نو تقريباً د دېرشو کالو وو او د خلقو په خيال دے د يوسف زوئ وو، زوئ د عيلى،</verse>
				<verse number="24">زوئ د متات، زوئ د ليوى، زوئ د مِلکى، زوئ د ينا، زوئ د يوسف،</verse>
				<verse number="25">زوئ د متتياه، زوئ د عاموس، زوئ د نحُوم، زوئ د اِسلياه، زوئ د نجى،</verse>
				<verse number="26">زوئ د ماعت، زوئ د متتياه، زوئ د شمعى، زوئ د يوسيچ، زوئ د يوداه،</verse>
				<verse number="27">زوئ د يوحنا، زوئ د ريسا، زوئ د زرُبابل، زوئ د شلتى‌اېل، زوئ د نيرى،</verse>
				<verse number="28">زوئ د مِلکى، زوئ د ادى، زوئ د قوسام، زوئ د اِلمدام، زوئ د عير،</verse>
				<verse number="29">زوئ د يشوَع، زوئ د اِلى‌عزر، زوئ د يوريم، زوئ د متات، زوئ د ليوى،</verse>
				<verse number="30">زوئ د شمعون، زوئ د يهوداه، زوئ د يوسف، زوئ د يونام، زوئ د اِلياقيم،</verse>
				<verse number="31">زوئ د ملياه، زوئ د مِناه، زوئ د متتاه، زوئ د ناتن، زوئ د داؤد،</verse>
				<verse number="32">زوئ د يَسى، زوئ د عوبيد، زوئ د بوعز، زوئ د سلمون، زوئ د نحشون،</verse>
				<verse number="33">زوئ د عمى‌نداب، زوئ د ادمين، زوئ د ارنى، زوئ د حصرون، زوئ د فارص، زوئ د يهوداه،</verse>
				<verse number="34">زوئ د يعقوب، زوئ د اِسحاق، زوئ د اِبراهيم، زوئ د تارح، زوئ د نحور،</verse>
				<verse number="35">زوئ د سروګ، زوئ د رعو، زوئ د فلج، زوئ د عِبر، زوئ د سِلح،</verse>
				<verse number="36">زوئ د قينان، زوئ د ارفکسد، زوئ د شيم، زوئ د نوح، زوئ د لمک،</verse>
				<verse number="37">زوئ د مِتهوشله، زوئ د حنوک، زوئ د يارد، زوئ د مهلل‌ايل، زوئ د قينان،</verse>
				<verse number="38">زوئ د انوش، زوئ د شيث، زوئ د آدم چې د خُدائ پاک د طرف نه وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">عيسىٰ چې د روحُ القُدس نه معمور وو او د اُردن د سيند نه واپس شو نو روحُ القُدس هغه بيابان ته بوتلو،</verse>
				<verse number="2">چرته چې هغه تر څلوېښتو ورځو پورې په بيابان کښې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شو. په دې دومره ورځو کښې عيسىٰ هيڅ ونۀ خوړل او په آخر کښې هغه نار نهور شو.</verse>
				<verse number="3">اِبليس هغۀ ته ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼى ته حکم وکړه چې روټۍ شى.“</verse>
				<verse number="4">عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې فرمائى چې، بنى آدم تش په روټۍ نۀ پائى.“</verse>
				<verse number="5">بيا اِبليس هغه په لوړه وخېژولو او د دُنيا ټولې بادشاهۍ يې د سترګو په رپ کښې ورښکاره کړې.</verse>
				<verse number="6">او اِبليس ورته ووئيل چې، ”زۀ به د دې ټولو اختيار تا له درکړم او هغه شان او شوکت هم چې د دې سره تړلى وى ځکه چې دا ما ته په اختيار کښې راکړے شوى دى او زۀ يې هغه چا له ورکوم چا له چې يې زما زړۀ غواړى.</verse>
				<verse number="7">کۀ تۀ ما ته صرف سجده وکړې نو دا هر څۀ به زۀ تا له درکړم.“</verse>
				<verse number="8">عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې فرمائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“</verse>
				<verse number="9">بيا اِبليس هغه يروشلم ته بوتلو او د خُدائ پاک د کور د مينارې په سر يې ودرولو او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ زوئ يې نو خپل ځان دلته نه ښکته وغورزوه،</verse>
				<verse number="10">ځکه چې صحيفې وائى چې، هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى چې ستا حفاظت وکړى.</verse>
				<verse number="11">او هغوئ به تا په خپلو لاسونو کښې پورته کړى هسې نه چې په کاڼى تيندک وخورې.“</verse>
				<verse number="12">عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو، ”دا وئيلے شوى دى چې، تاسو په خپل مالِک خُدائ پاک آزمېښت مۀ کوئ.“</verse>
				<verse number="13">دغه شان چې د اِبليس ټول لمسون سر ته ورسېدو نو هغه يې تر بلې موقعې پورې ځانله پرېښودو.</verse>
				<verse number="14">بيا عيسىٰ د روحُ القُدس د قُدرت نه معمور ګليل ته واپس راغلو او په ټول مُلک کښې د هغۀ آوازه ګېرچاپېره خوره شوله.</verse>
				<verse number="15">او هغۀ د هغوئ په عبادتخانو کښې تعليم ورکولو او ټولو خلقو د هغۀ لوئى بيانوله.</verse>
				<verse number="16">بيا هغه ناصرت ته راغلو چرته چې هغه لوئ شوے وو او د سبت په ورځ عبادتخانې ته د معمول په مطابق لاړو. هغه د کلام د تلاوت دپاره ودرېدلو،</verse>
				<verse number="17">او ورته د يشعياه نبى طومار ورکړے شو. هغۀ طومار کولاو کړو او هغه ځائ ته راغلو چې په کښې ليکلى وُو چې،</verse>
				<verse number="18">”د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو له زيرے ورکړم، چې قېديانو ته د آزادۍ اعلان وکړم او ړندو ته د بينائى اِعلان وکړم، او چې مظلومان آزاد کړم،</verse>
				<verse number="19">او په دې کال به د مالِک خُدائ د احساناتو اعلان وکړم.“</verse>
				<verse number="20">هغۀ طومار ونغښتو، خادِم ته يې واپس ورکړو او کښېناستو او په عبادتخانه کښې ټولو خلقو هغۀ ته نېغ کتل.</verse>
				<verse number="21">بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”نن چې تاسو کوم کلام واورېدلو، نو هغه پوره شو.“</verse>
				<verse number="22">هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول. هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا د يوسف زوئ نۀ دے څۀ؟“</verse>
				<verse number="23">بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”بې‌شکه چې تاسو به ما ته دا متل ضرور واوروئ چې، حکيمه. خپل ځان روغ کړه او دا به ووايئ چې، تا چې هر څۀ په کفرنحُوم کښې کړى دى مونږه هغه اورېدلى دى، هغه څۀ دلته په خپله ښاريه کښې هم وکړه.</verse>
				<verse number="24">خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو نبى هم په خپل ښار کښې چا قبول کړے نۀ دے.</verse>
				<verse number="25">خو زۀ تاسو ته وايم چې د الياس په ورځو کښې په بنى اِسرائيلو کښې ډيرې ضرورتمندې کونډې وې ځکه چې د درې نيمو کالو راسې باران نۀ وو شوے او په ټول مُلک باندې سخت قحط راغلے وو.</verse>
				<verse number="26">خو الياس په دوئ کښې يو ته هم د امداد دپاره ونۀ لېږلے شو بغېر د هغې غېر يهودى کونډې نه څوک چې د صيدا په علاقه د صارفت په ښاريه کښې اوسېدله.</verse>
				<verse number="27">او بيا د اليشع نبى په زمانه کښې په اِسرائيل کښې ډېر جذاميان وُو، خو د نعمان شامى نه بغېر په هغوئ کښې يو هم پاک نۀ کړے شو.“</verse>
				<verse number="28">په دې اورېدو د عبادتخانې ټول خلق په قهر شول.</verse>
				<verse number="29">هغوئ پورته شول، هغه يې د ښاريې نه بهر وويستو او د هغه غرۀ سر ته يې بوتلو چې دغه ښاريه پرې آباده وه، مطلب يې دا وو چې د هلته نه يې ښکته وغورزوى.</verse>
				<verse number="30">خو هغه د هغوئ د مينځ نه ووتو او لاړو.</verse>
				<verse number="31">نو بيا د ګليل کفرنحُوم ښاريې ته په راکوزېدو عيسىٰ د سبت په ورځ خلقو له تعليم ورکولو.</verse>
				<verse number="32">هغوئ د دۀ په تعليم حق حېران شول ځکه چې هغۀ په پوره اختيار سره خبرې کولې.</verse>
				<verse number="33">په عبادتخانه کښې يو سړے وو چې پيريانو نيولے وو. هغۀ په زوره چغې کړې،</verse>
				<verse number="34">”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“</verse>
				<verse number="35">عيسىٰ هغه ورټلو او وې وفرمائيل چې، ”غلے شه او د دۀ نه راوځه.“ بيا پيرى هغه سړے د خلقو په مينځ کښې په زمکه راوويشتو او بغېر د څۀ نقصانه يې هغه پرېښودو.</verse>
				<verse number="36">خلق حق حېران شول او يو بل ته يې ووئيل، ”د دې سړى په ژبه کښې څۀ کمال دے؟ هغه پوره په اختيار پيريانو ته حُکم ورکوى او هغوئ راوځى.“</verse>
				<verse number="37">نو دغه شان د هغۀ په حقله دا خبره په ټول مُلک کښې خوره شوه.</verse>
				<verse number="38">د عبادتخانې نه په وتو هغه د شمعون کور ته لاړو، د شمعون خواښې سختې تبې نيولې وه او هغوئ هغۀ ته خواست وکړو چې مدد يې وکړه.</verse>
				<verse number="39">هغه ورغے او د هغې په خوا کښې ودرېدلو او تبه يې ورټله، نو د هغې نه تبه لاړه، سمدستى پاڅېده او د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه.</verse>
				<verse number="40">د نمر پرېوتو په وخت ټولو خلقو خپل دوستان خپلوان چې په مختلفو بيمارو آخته وُو، هغۀ له راوستل او هغۀ په هر يو باندې خپل لاسونه کېښودل او روغ يې کړل.</verse>
				<verse number="41">د ډېرو نه پيريان هم پاڅېدل او دا چغې يې وهلې چې، ”تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“ خو هغۀ هغوئ ورټل او د خبرو نه يې منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دے مسيح دے.</verse>
				<verse number="42">چې سحر شو نو عيسىٰ بهر يو خوشى بيابان ته لاړو خو خلقو د هغۀ تلاش شروع کړو نو چې وې موندلو په سخته يې ورته ووئيل چې، ”مونږ نه مۀ ځه.“</verse>
				<verse number="43">خو هغۀ ورته وفرمائيل، ”په کار دى چې زۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے نورو ښارونو ته هم ورسوم ځکه چې زۀ د دې دپاره رالېږلے شوے يم.“</verse>
				<verse number="44">دغه شان د يهوديه په عبادتخانو کښې يې بيان جارى وساتلو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">يوه ورځ چې عيسىٰ د ګِنيسرت درياب په غاړه ولاړ وو نو لويه ګڼه ترې راچاپيره وه چې د خُدائ کلام واورى،</verse>
				<verse number="2">نو هغۀ دوه کِشتۍ د اوبو په غاړه وليدلې چې ماهيګران ترې نه راکوز شوى وُو او خپل جالونه يې وينځل.</verse>
				<verse number="3">هغه يوې کِشتۍ ته وروختو کومه چې د شمعون وه او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د غاړې نه يې لږه وراخوا کړه.“ بيا هغه په کِشتۍ کښې کښېناستو او خلقو ته يې تعليم شروع کړو.</verse>
				<verse number="4">هر کله چې هغۀ خبرې بس کړې نو شمعون ته يې وفرمائيل چې، ”ژورو اوبو ته لاړ شه او د ښکار دپاره خپل جالونه واچوه.“</verse>
				<verse number="5">شمعون ورته جواب ورکړو، ”اُستاذه. مونږ ټوله شپه خوارى وکړه خو هيڅ مو ونۀ نيول خو چې تۀ داسې وائې نو زۀ به جالونه ورواچوم.“</verse>
				<verse number="6">هغوئ داسې وکړل او ډېر کبان يې راونيول او د هغوئ جالونه په شلېدو شول.</verse>
				<verse number="7">نو هغوئ د بلې کِشتۍ ملګرو ته چغې کړې چې، ”راشئ او زمونږ مدد وکړئ.“ هغوئ داسې وکړل او دواړه کشتۍ يې دومره ډکې کړې چې ډوبېدو ته نزدې شوې.</verse>
				<verse number="8">کله چې شمعون پطروس دا نظاره وليدله نو د عيسىٰ په پښو پرېوتو او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، زما نه لاړ شه ځکه چې زۀ ګناه ګار يم.“</verse>
				<verse number="9">ځکه چې هغه او د هغۀ ټول ملګرى د ډېرو کبانو په ليدو سخت حېران شوى وُو،</verse>
				<verse number="10">او دغه شان د زبدى زامن يعقوب او يوحنا چې د شمعون ملګرى وُو هم حېران پاتې شول. عيسىٰ شمعون ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږه، د دې نه پس به تۀ انسانان نيسې.“</verse>
				<verse number="11">کله چې هغوئ کِشتۍ غاړې ته راوستلې نو هر څۀ يې پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.</verse>
				<verse number="12">يو ځلې هغه په يوه ښاريه کښې وو چې هلته يو سړے وو چې سخت جذام پرې لګېدلے وو. هغۀ چې کله عيسىٰ وليدو نو هغه ورته په سجده پرېوتو او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”مالِکه، کۀ تۀ وغواړې نو ما روغولے شې.“</verse>
				<verse number="13">عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو، او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“ او په هغه ساعت د جذام نه جک جوړ شو.</verse>
				<verse number="14">عيسىٰ هغۀ ته حُکم ورکړو چې، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې.“ او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده هغه ورکړه دا به د هغوئ دپاره ستا د روغېدو ګواهى شى.“</verse>
				<verse number="15">خو د هغۀ په حقله دا خبرې نورې هم خورې شوې. ډېر خلق د هغۀ اورېدو له راغونډېدل او د خپلو رنځونو نه روغېدل.</verse>
				<verse number="16">او هغه به د دُعا دپاره خوشى بيابان ته تلو.</verse>
				<verse number="17">يوه ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو او فريسيان او د شرعې عالمان ورته هم نزدې ناست وُو چې د ګليل، د يهوديه او د يروشلم د هر کلى نه راغلى وُو، او د مالِک خُدائ د شفا ورکولو قوت د هغۀ سره وو.</verse>
				<verse number="18">نو بيا يو څو کسانو يو شل سړے په کټ راوړو. هغوئ کوشش وکړو چې هغه وردننه کړى او د عيسىٰ په مخکښې يې کېږدى.</verse>
				<verse number="19">خو ګڼه دومره زياته وه چې هيڅ لاره يې ونۀ موندله. نو هغوئ پاس وختل او بره د چت نه يې چَوکې اخوا کړې او سورے وکړو او په بستره کښې يې راښکته کړو او د خلقو په مينځ کښې يې د عيسىٰ په مخکښې کېښودو.</verse>
				<verse number="20">کله چې عيسىٰ د هغوئ ايمان وليدو نو وې فرمائيل، ”ګرانه، ستا ګناهونه معاف شول.“</verse>
				<verse number="21">نو د شرعې عالمانو او فريسيانو يو بل ته ووئيل چې، ”دا څوک دے چې کُفر وائى؟ د خُدائ پاک نه بغېر هم لا څوک د چا ګناهونه بخښلے شى څۀ؟“</verse>
				<verse number="22">خو عيسىٰ د دوئ په خيال پوهه وو چې دوئ څۀ خيال کوى نو جواب يې ورکړو چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې خيالونه ولې راولئ؟</verse>
				<verse number="23">آيا دا آسانه خبره ده چې ووائى چې ګناهونه دې معاف شُو، او کۀ دا چې ووائى چې پاڅه او وګرځه؟</verse>
				<verse number="24">خو دا ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې اِبن آدم سره په دُنيا کښې د ګناهونو د بخښلو اختيار هم شته.“ هغه شل سړى ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تا ته وايم چې پاڅه، او بستره دې واخله او کور ته ځه.“</verse>
				<verse number="25">او هغه د هغوئ په وړاندې سمدستى پاڅېدو او هغه بستره چې دے پرې پروت وو، يې واخسته او کور ته روان شو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.</verse>
				<verse number="26">هغوئ ټول سخت حېران شول او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله او يرې واخستل او وې وئيل چې، ”نن مونږ څۀ عجيبه کارونه وليدل.“</verse>
				<verse number="27">وروستو چې بيا عيسىٰ بهر لاړو نو هغۀ ليوى نومې يو محصولچى وليدو چې د محصُول په کُرسۍ ناست وو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“</verse>
				<verse number="28">او هغه پاڅېدو، هر څۀ يې پرېښودل او په هغۀ پسې روان شو.</verse>
				<verse number="29">بيا وروستو ليوى په خپل کور کښې د عيسىٰ لويه مېلمستيا وکړله. په دې مېلمنو کښې ګڼ محصولچيان او نور خلق هم شريک وُو.</verse>
				<verse number="30">فريسيانو او د هغوئ د فرقې د شرعې عالمانو د عيسىٰ مريدانو ته دا ګيله وکړله چې، ”تاسو د محصولچيانو او ګناهګارو سره ولې يو ځائ روټۍ خورئ؟“</verse>
				<verse number="31">عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”روغو خلقو ته د طبيب حاجت نۀ وى خو بيمارانو ته يې وى.</verse>
				<verse number="32">زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو ته دعوت ورکړم بلکې د ګناهګارو دپاره چې توبه وکړى.“</verse>
				<verse number="33">بيا هغوئ عيسىٰ ته وفرمائيل چې، ”د يحيىٰ مريدان خو روژې نيسى او عبادتونه کوى او دغه شان د فريسيانو مريدان هم، خو ستا مريدان خورى څښى.“</verse>
				<verse number="34">عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې تاسو په جنجيانو هغه وخت روژه نيولے شئ کوم وخت چې زلمے د هغوئ سره وى؟</verse>
				<verse number="35">خو يو وخت به راشى چې زلمے به د دوئ نه بوتلے شى او دغه وخت به دوئ روژې نيسى.“</verse>
				<verse number="36">عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال هم وفرمائيلو چې، ”هيڅوک هم د نوې چُوغې نه د دې دپاره ټوټه نۀ شلوى چې زړه پرې پيوند کړى. کۀ چرې هغه داسې وکړى نو هغه به په نوې چُوغې کښې سورے وکړى او دا نوې ټوکړه به د زړې سره هيڅ سمون ونۀ خورى.</verse>
				<verse number="37">او څوک هم نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ګنې نو نوى مے به مشکونه وشلوى او مے به ضائع شى او مشکونه به تباه شى.</verse>
				<verse number="38">نو په کار دى چې نوى مے په نوؤ مشکونو کښې واچولے شى.</verse>
				<verse number="39">او هر چا چې زاړۀ مے څښلى وى د نوؤ ميو خواهش به نۀ کوى، ځکه چې هغه وائى چې زاړۀ ښۀ دى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">نو يو ځل د سبت په ورځ عيسىٰ د فصل په پټو تېرېدو او د هغۀ مريدانو وَږى شوکول، هغه يې په لاسونو کښې مږل او خوړل يې.</verse>
				<verse number="2">ځينو فريسيانو دا ووئيل چې، ”تاسو هغه کار ولې کوئ کوم چې د سبت په ورځ ناروا وى؟“</verse>
				<verse number="3">عيسىٰ ورله جواب ورکړو، ”تاسو دا نۀ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى وُو نو هغوئ څۀ وکړل؟</verse>
				<verse number="4">هغه د خُدائ پاک کور ته ننوتو او پېش کړے شوې روټۍ يې راواخسته او وې خوړه، اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. او هغۀ څۀ خپلو دوستانو له هم ورکړه.“</verse>
				<verse number="5">بيا هغۀ دا وفرمائيل چې، ”اِبن آدم د سبت د ورځې مالِک دے.“</verse>
				<verse number="6">د يو بل سبت په ورځ عيسىٰ عبادتخانې ته ننوتو او تعليم يې ورکولو. هلته په ګڼه کښې يو سړے وو چې ښے لاس يې اوچ شوے وو.</verse>
				<verse number="7">او د شرعې عالمانو او فريسيانو دې ته کتل چې عيسىٰ به د سبت په ورځ دے روغ کړى او کۀ نه؟ د دې دپاره چې په هغۀ باندې د هغۀ خلاف څۀ اِلزام ولګوى.</verse>
				<verse number="8">خو هغه پوهېدو چې د دوئ په زړونو کښې څۀ دى. نو هغۀ هغه سړى ته چې لاس يې وُچ وو، وفرمائيل چې، ”پاڅه او دلته ودرېږه.“ نو هغه پاڅېدو او هلته ودرېدلو.</verse>
				<verse number="9">عيسىٰ بيا هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو راته دا ووايئ چې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد، ژوند بچ کول کۀ تباه کول؟“</verse>
				<verse number="10">هغۀ ټولو ته ګېرچاپېره وکتل او بيا يې هغه سړى ته وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ نو هغۀ داسې وکړل او د هغۀ لاس روغ جوړ شو.</verse>
				<verse number="11">خو هغوئ د غصې نه سرۀ شول او يو بل ته يې ووئيل چې، ”مونږ د عيسىٰ سره څۀ وکړو؟“</verse>
				<verse number="12">هم په دغه ورځو کښې عيسىٰ غرونو ته لاړو چې دُعا وکړى او ټوله شپه يې د خُدائ پاک نه دُعا وغوښتله.</verse>
				<verse number="13">چې سحر شو نو هغۀ خپل مريدان راوبلل او د هغوئ نه يې دولس کسان خوښ کړل او هغوئ يې رسولان وبلل:</verse>
				<verse number="14">شمعون په چا چې هغۀ پطروس نوم کېښودو، او د هغۀ ورور اندرياس، يعقوب، يوحنا، فيليپوس، برتلماۍ،</verse>
				<verse number="15">متى، توما، د حلفئ زوئ يعقوب، او شمعون چې ورته ننګيالے هم وئيلے شى،</verse>
				<verse number="16">او د يعقوب زوئ يهوداه، او يهوداه اِسکريوتى چا چې وروستو د هغۀ جاسوسى وکړه.</verse>
				<verse number="17">عيسىٰ د هغوئ سره د غرۀ نه راکوز شو او په هوار مېدان کښې ودرېدو. په دغه ځائ کښې د هغۀ د مريدانو ډله او ډېر خلق، چې ټول د يهوديه او يروشلم او د صور او د صيدا د سمندرى غاړې نه راټول شوى وُو،</verse>
				<verse number="18">او د هغۀ اورېدو ته راغلى وُو او چې دوئ د خپلو رنځونو نه شفا ومومى. او هغه څوک چې پيريانو نيولى وُو، روغ شول.</verse>
				<verse number="19">ټولو خلقو کوشش کولو چې لاس وروړى ځکه چې د هغۀ نه يو طاقت راوتلو او ټول به يې روغول.</verse>
				<verse number="20">بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته مخ راواړولو او وې فرمائيل چې، ”تاسو بختور يئ چې غريبان يئ، ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو ده.</verse>
				<verse number="21">تاسو بختور يئ چې اوږى يئ، ستاسو لوږه به په مړېدو بدله شى. تاسو بختور يئ چې اوس ژاړئ، ستاسو ژړا به په خندا بدله شى.</verse>
				<verse number="22">تاسو بختور يئ کله چې خلق تاسو نه نفرت کوى او د خپل مينځ نه مو شړى او درته سپکې سپورې وائى او د اِبن آدم د مريدى په وجه په تاسو اِلزام لګوى.</verse>
				<verse number="23">نو په هغه ورځ تاسو خوشحالى کوئ او په خوشحالى ټوپونه وهئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے. هم دغه شان د دوئ پلار نيکونو هم د نبيانو سره دغه شان سلوک کړے وو.</verse>
				<verse number="24">خو اے مالدارو. په تاسو افسوس دے ځکه چې تاسو خپل د خوشحالۍ دور تير کړو.</verse>
				<verse number="25">په تاسو افسوس چې اوس ماړۀ يئ ځکه چې تاسو به اوږى شئ. په تاسو افسوس چې اوس خاندئ، ځکه چې تاسو به په غم آخته شئ او ژاړئ به.</verse>
				<verse number="26">افسوس دے په تاسو کله چې ټول خلق ستاسو ښۀ تعريف کوى نو دغه شان د هغوئ پلار نيکونو د دروغژنو نبيانو تعريف هم کولو.</verse>
				<verse number="27">خو ما ته غوږ شئ چې زۀ درته څۀ وايم د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ او څوک چې ستاسو نه نفرت کوى د هغوئ سره ښۀ کوئ.</verse>
				<verse number="28">د هغوئ دپاره برکت غواړئ څوک چې په تاسو لعنت کوى او د هغوئ دپاره دُعا کوئ څوک چې تاسو بې‌عزته کوى.</verse>
				<verse number="29">کۀ څوک تاسو په يو مخ ووهى نو هغۀ ته بل مخ هم ورواړوئ. کۀ څوک ستاسو چُوغه واخلى نو هغۀ ته خپل قميص هم ورکړئ.</verse>
				<verse number="30">څوک هم چې ستاسو نه څۀ وغواړى هغوئ له يې ورکړئ. کله چې تاسو نه څوک هم ستاسو څيز واخلى نو د هغۀ نه يې بيا تپوس مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="31">د نورو سره داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره غواړئ.</verse>
				<verse number="32">کۀ تاسو صرف د هغوئ سره مينه کوئ څوک چې تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو د کوم اجر اُميدوار يئ؟ ځکه چې ګناه ګار هم د هغه چا سره مينه کوى څوک چې د هغوئ سره مينه کوى.</verse>
				<verse number="33">او کۀ چرې تاسو د هغه چا سره نېکى کوئ څوک چې تاسو سره ښېګړه کوى نو ستاسو څۀ اجر دے؟ ځکه چې ګناه ګار خو هم دغسې کوى.</verse>
				<verse number="34">او کۀ چرې تاسو تش هغه چا له قرض ورکوئ چې ستاسو باور وى چې تاسو ته به يې واپس کړى نو په دې کښې ستاسو اجر څۀ دے؟ ځکه چې ګناه ګار هم يو بل له قرض ورکوى او يو بل ته يې پوره واپس کوى.</verse>
				<verse number="35">خو تاسو د خپلو دشمنانو سره مينه او نېکى کوئ او قرض بغېر د څۀ لالچه ورکوئ. نو تاسو به ډېر لوئ اجر ومومئ. تاسو به بيا د خُدائ تعالىٰ زامن شئ ځکه چې هغه په خپله هم په ناشُکرو او په شريرانو مهربانه دے.</verse>
				<verse number="36">ترس ناک شئ لکه څنګه چې ستاسو پلار هم ترس ناک دے.</verse>
				<verse number="37">په نورو اِلزام مۀ لګوئ نو په تاسو به هم اِلزام ونۀ لګولے شى. بل څوک مۀ مجرموئ نو تاسو به هم مجرم ونۀ ګڼلے شئ. معاف کوئ نو تاسو به هم معاف کړے شئ.</verse>
				<verse number="38">ورکړئ، نو تاسو ته به واپس درکړے شى. نو ستاسو جولۍ ته به ستاسو برخه ښۀ منډلې دربلې ښۀ ډکه تر خولې خولې واپس مِلاو شى. نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ دغه رنګ به واپس ستاسو ناپ تول کولے شى.“</verse>
				<verse number="39">او عيسىٰ هغوئ ته يو مِثال هم وئيلو چې، ”ولې يو ړوند بل ړوند ته لار ښودلے شى څۀ؟ آيا دواړه به په کنده کښې ونۀ غورزيږى څۀ؟</verse>
				<verse number="40">شاګرد د خپل اُستاذ نه لوئ نۀ وى خو هر هغه څوک چې پوره تربيت حاصل کړى نو هغه به د خپل اُستاذ په شان شى.</verse>
				<verse number="41">تاسو د خپل ورور د سترګې خسڼى ته ولې ګوته نيسئ خو په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟</verse>
				<verse number="42">تۀ څنګه خپل ورور ته دا وئيلے شې چې، وروره، راشه چې ستا د سترګې نه دا خسڼے وباسم، خو حال دا چې په خپله سترګه کښې درته تير نۀ ښکارى؟ اے رياکاره، اول د خپلې سترګې نه تير وباسه، نو بيا به ستا سترګې وغړيږى چې د خپل ورور د سترګې نه خسڼے وباسې.</verse>
				<verse number="43">هيڅکله ښۀ ونه بده مېوه نۀ نيسى، او هيڅکله بده ونه ښۀ مېوه نۀ نيسى،</verse>
				<verse number="44">ځکه چې هره ونه په خپلې مېوې پېژندلے کيږى. تۀ د ازغو بوټو نه اينځر نۀ شې راټولولے او نۀ د جاړو بوټو نه انګور راشوکولے شى.</verse>
				<verse number="45">ښۀ سړے به د خپل زړۀ د خزانې نه ښۀ څيزونه راوباسى او بد سړے به د خپل زړۀ د بدې خزانې نه بدې خبرې وباسى، ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.</verse>
				<verse number="46">تاسو ما ته ولې مالِک مالِک وايئ او هغه کار هيڅکله هم نۀ کوئ چې زۀ يې درته وايم؟</verse>
				<verse number="47">هر هغه څوک چې ما له راځى او زما خبرې اورى او عمل پرې کوى نو زۀ به تاسو ته وښايم چې هغه د چا په شان دے.</verse>
				<verse number="48">هغه د يو داسې سړى په شان دے چا چې د کور جوړولو دپاره ښۀ ژور بنيادونه وکنستل او بنياد يې په پوخ ګټ کېښودلو. او هر کله چې سېلاب راغلو نو په کور وروختو خو هغه يې ونۀ خوځولے شو ځکه چې هغه پوخ جوړ شوے وو.</verse>
				<verse number="49">خو څوک چې زما خبرې اورى او عمل پرې نۀ کوى نو هغه د داسې سړى په شان دے چا چې د خپل کور بنياد د زمکې په مخ جوړ کړو. کله چې سېلاب راغلو نو په کور وروختو نو هغه يې راوغورزولو او بلکل تباه يې کړو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">کله چې يې ټولې خبرې خلقو ته خلاصې کړې نو عيسىٰ کفرنحُوم ته لاړو.</verse>
				<verse number="2">هلته د صوبه دار يو نوکر وو کوم چې په هغۀ ډېر ګران وو. او هغه مرګى حال پروت وو.</verse>
				<verse number="3">نو کله چې صوبه دار د عيسىٰ په حقله واورېدل نو هغۀ يو څو يهوديان مشران ورولېږل او خواست يې ورته وکړو چې هغه راشى او د هغۀ نوکر له شفا ورکړى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ عيسىٰ له راغلل او ډېر زارى مِنت يې ورته وکړو او ورته يې ووئيل چې، ”صوبه دار ستا د مدد حقدار دے،</verse>
				<verse number="5">ځکه چې هغه زمونږ د قوم خوږمن دے او هغۀ زمونږ دپاره عبادتخانه هم جوړه کړې ده.“</verse>
				<verse number="6">عيسىٰ د هغوئ سره لاړو. نو چې هغه کور ته نزدې شو نو صوبه دار يو څو دوستان په دې غرض ورولېږل چې، ”مالِکه، نور تکليف مۀ کوه ځکه چې زۀ د دې جوګه نۀ يم چې تۀ زما کور ته راشې.</verse>
				<verse number="7">زۀ په خپله خو څۀ هم نۀ يم نو په دې وجه زۀ تاسو ته حاضر نۀ شوم. خو کۀ تاسو صرف حکم وکړئ نو زما نوکر به جوړ شى.</verse>
				<verse number="8">ځکه چې زۀ پوهېږم چې زۀ په خپله د بل د حکم لاندې يم او سپاهيان زما د حکم لاندې دى. زۀ چې يو ته ووايم چې لاړ شه نو هغه لاړ شى، او چې بل ته ووايم چې دېخوا راشه، نو هغه راشى او چې خپل غلام ته ووايم چې داسې وکړه نو هغه يې هغه شان کوى.“</verse>
				<verse number="9">کله چې عيسىٰ دا واورېدل نو د هغۀ ايمان ته حېران شو، نو هغۀ ګڼې ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.“</verse>
				<verse number="10">او هغه مشران چې کور ته واپس راغلل نو هغوئ هغه نوکر روغ جوړ وليدو.</verse>
				<verse number="11">پس له هغې عيسىٰ نائن نومې ښاريې ته لاړو. د هغۀ سره خپل مريدان او نور ګڼ خلق هم ورسره وُو.</verse>
				<verse number="12">کله چې هغه د ښاريې دروازې ته ورسېدلو نو يوه جنازه يې وليده. دغه جنازه د يوې کونډې د يک يو زوئ وه او د دې سره د ښاريې ګڼ خلق وُو.</verse>
				<verse number="13">کله چې مالِک عيسىٰ هغه وليدله نو زړۀ يې پرې وسوزېدلو او وې فرمائيل، ”بس نوره مۀ ژاړه.“</verse>
				<verse number="14">د دې سره هغه وروړاندې شو او د جنازې په کټ يې لاس کېښودلو او جنازه وړُونکى ودرېدل. بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”راپاڅه اے زلميه.“</verse>
				<verse number="15">هغه مړے کښېناستو او په خبرو يې شروع وکړه او عيسىٰ هغه خپلې مور ته بيا حواله کړو.</verse>
				<verse number="16">په هغه ټولو خلقو باندې زبردسته يره خوره شوله او هغوئ ټولو د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”زمونږ په مينځ کښې يو لوئ نبى راښکاره شوے دے او خُدائ پاک د خپلو خلقو د مدد دپاره راغلے دے.“</verse>
				<verse number="17">عيسىٰ چې څۀ کړى وُو هغه قيصه د يهوديه په ټوله علاقه او خوا او شا کښې خوره شوه.</verse>
				<verse number="18">د يحيىٰ مريدانو هغه په دې هر څۀ خبر کړو. هغۀ خپل دوه مريدان راوغوښتل</verse>
				<verse number="19">او مالِک له يې ولېږل چې تپوس وکړى چې، ”تۀ هغه راتلونکے يې يا دا چې مونږ د بل چا اِنتظار وکړو؟“</verse>
				<verse number="20">هغه پېغام وړُونکى عيسىٰ له لاړل او ورته يې ووئيل، ”بپتسمه ورکوونکى يحيىٰ مونږ تا له رالېږلى يُو چې تپوس وکړو چې تۀ هغه راتلونکے يې کۀ مونږ د بل چا اِنتظار وکړو؟“</verse>
				<verse number="21">هم په هغه ساعت عيسىٰ ډېرو خلقو ته د بيماريانو نه شفا ورکړله، طاعون او بد پيريان يې لرې کړل او ډېرو ړندو له يې بينائى ورکړه.</verse>
				<verse number="22">بيا هغۀ هغه مريدانو ته جواب ورکړو چې، ”لاړ شئ او هر څۀ چې تاسو اورئ او ګورئ هغه يحيىٰ ته ووايئ چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى، مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زيرے اورى.</verse>
				<verse number="23">او بختور دى هغه څوک چې ما نۀ ازاروى.“</verse>
				<verse number="24">کله چې د يحيىٰ مريدان رُخصت شول نو عيسىٰ د هغۀ په حقله خلقو ته وفرمائيل چې، ”تاسو د څۀ ليدلو دپاره بيابان ته تلى وئ؟ يوه لوخه چې باد خوځوله څۀ؟</verse>
				<verse number="25">نو بيا تاسو د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو کس چې قيمتى جامې يې اچولې وې؟ ګورئ، د چا چې قيمتى لباس وى او عېش عشرت کوى هغوئ په محلونو کښې ژوند کوى.</verse>
				<verse number="26">نو بيا تاسو بهر د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو نبى ليدو له؟ آو، زۀ دا وايم چې د يو نبى نه هم ډېر لوئ.</verse>
				<verse number="27">دا هغه څوک دے چې د چا په حقله چې ليکلے شوى دى چې، ”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى.“</verse>
				<verse number="28">زۀ تاسو ته وايم د زمکې په مخ بل څوک د يحيىٰ نه لوئ نشته خو بيا هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د ټولو نه کمزورے کس د هغۀ نه لوئ دے.“</verse>
				<verse number="29">او ټولو خلقو چا چې د عيسىٰ خبرې واورېدلې نو سره د محصولچيانو يې د خُدائ پاک لار سمه وګڼله ځکه چې د يحيىٰ نه يې بپتسمه اخستې وه،</verse>
				<verse number="30">خو بې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه چا چې د هغۀ د بپتسمې نه اِنکار کړے وو او د ځان دپاره يې د خُدائ پاک د حُکم نه مخ اړولے وو.</verse>
				<verse number="31">”د دې پيړۍ د خلقو مِثال په څۀ درکړم؟ هغوئ د چا په شان دى؟</verse>
				<verse number="32">هغوئ په بازار کښې د ناستو ماشومانو په شان دى څوک چې يو بل ته چغې وهى او وائى چې، مونږ تاسو ته شپيلۍ وغږولې او تاسو ګډا ونۀ کړه. مونږ ژړا انګولا وکړه او تاسو وير ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="33">ځکه چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغلو چې هغۀ نۀ روټۍ خوړله او نۀ يې مے څښل نو تاسو وئيل چې، په هغۀ پيريان ناست دى.</verse>
				<verse number="34">او کله چې اِبن آدم راغلو چې خورى څښى نو تاسو وايئ چې، دۀ ته وګورئ. دا ګيډور شرابى د محصولچيانو او ګناهګارو دوست دے.</verse>
				<verse number="35">خو بيا هم حکمت په خپلو کارونو کولو صادق ثابت شو.“</verse>
				<verse number="36">يو فريسى د عيسىٰ مېلمستيا وکړله. هغه د فريسى کور ته لاړو او خوراک ته کښېناستو.</verse>
				<verse number="37">نو په هغه ښار کښې يوه زناکاره ښځه چې د عيسىٰ د راتلو نه خبر شوله چې د يو فريسى په کور کښې مېلمه دے نو قيمتى عطر يې د مرمرو په عطردان کښې راوړل.</verse>
				<verse number="38">هغه د عيسىٰ د پښو سره وروستو ودرېدله او په ژړا شوه او د هغۀ پښې د هغې په اوښکو لمدې شوې او هغه هغې په خپلو وېښتو وچې کړې او ښکل يې کړې او عطر يې پرې واچول.</verse>
				<verse number="39">کله چې د هغۀ کوربه فريسى دا وليدل نو د ځان سره يې ووئيل، ”کۀ دا سړے چرې رښتينے نبى وے نو هغه به په دې خبر وے چې دا لاس وروړونکې ښځه څوک ده او دا څنګه ښځه ده يعنې يوه ګناهګاره ده.“</verse>
				<verse number="40">عيسىٰ د هغۀ په زړۀ پوهه شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”شمعونه. زۀ تا ته څۀ وئيل غواړم.“ هغۀ ووئيل چې، ”ووايه مالِکه.“</verse>
				<verse number="41">عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د يو سودخور دوه قرضدارى وُو. يو ته يې پينځۀ سوه ديناره قرض وُو او په بل يې پنځوس.</verse>
				<verse number="42">د دواړو سره د قرض ورکولو هيڅ درک نۀ وو نو دواړو ته يې وبخښل. نو اوس ووايه چې په دې دواړو کښې به د هغۀ سره زياته مينه کوم يو کوى؟“</verse>
				<verse number="43">شمعون جواب ورکړو، ”زما په خيال چې کوم سړى ته يې زياتې وبخښلې.“ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”بې‌شکه تۀ صحيح وائې.“</verse>
				<verse number="44">بيا يې ښځې ته مخ ورواړولو او شمعون ته يې وفرمائيل چې، ”تۀ دا ښځه وينې؟ زۀ ستا کور ته راغلم او تا زما د پښو دپاره اوبۀ قدرې هم رانۀ کړې خو دې ښځې زما پښې په خپلو اوښکو لمدې کړې او هغه يې په خپلو وېښتو وچې کړې.</verse>
				<verse number="45">تا زۀ ښکل قدرې نۀ کړم خو د کوم وخت نه چې زۀ راغلے يم هغه لګيا ده زما پښې ښُکلوى.</verse>
				<verse number="46">تا زما سر په تېلو غوړ نۀ کړو او هغې زما په پښو عطر واچول.</verse>
				<verse number="47">زۀ تا ته دا وايم چې هغې دومره مينه وکړله ځکه چې د هغې ډېر ګناهونه بخښلے شوى دى. د چا چې لږ ګناهونه بخښلے شوى وى هغه لږه مينه کوى.“</verse>
				<verse number="48">بيا عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ستا ګناهونه وبخښلے شول.“</verse>
				<verse number="49">نو مېلمنو په خپلو کښې ووئيل چې، ”دے لا څوک دے چې ګناهونه هم بخښى؟“</verse>
				<verse number="50">او بيا عيسىٰ هغې ښځې ته وفرمائيل چې، ”تۀ خپل ايمان بچ کړې، په خير لاړه شه.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">د دې نه پس عيسىٰ ښار په ښار او کلى په کلى ګرځېدو، بيان يې کولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے يې اورولو. او هغۀ سره هغه دولس مريدان هم وُو،</verse>
				<verse number="2">او يو څو ښځې وې څوک چې د پيريانو نه خلاصې شوې وې او د رنځونو نه جوړې شوې وې. په دوئ کښې مريم چې د مګدلينى په نوم يادېده د چا نه چې اووۀ پيريان شړلے شوى وُو،</verse>
				<verse number="3">او يوانه چې د هيروديس د خُوزا نومې ناظر ښځه وه او سوسناه او نورې ډيرې ښځې چې په خپل مال دولت يې د هغوئ خرچه کوله.</verse>
				<verse number="4">او ډېر خلق د مختلفو ښارونو نه عيسىٰ ته راجمع کېدل نو هغۀ په دې مِثال کښې خبرې وکړې،</verse>
				<verse number="5">”يو زميندار د تخم کَرلو دپاره بهر لاړو نو چې کله هغۀ په خپل پټى کښې تخم نوستلو نو څۀ تخم ترې نه په لاره پرېوتو او د پښو د لاندې شو او د هوا مارغان راغلل هغه يې وخوړو.</verse>
				<verse number="6">څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو او څۀ وخت پس زرغون شو او اوچ شو ځکه چې د نمى کمے وو.</verse>
				<verse number="7">او څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى ورسره لوئ شول او فصل يې لاندې کړو.</verse>
				<verse number="8">او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو او راوټوکېدو او لوئ شو يو په سل غله يې وکړه.“ هر کله چې عيسىٰ دا وفرمائيل نو آواز يې وکړو، ”کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغه دې واورى.“</verse>
				<verse number="9">د هغۀ مريدانو تپوس ترې وکړو چې د دې مِثال مطلب څۀ وو؟</verse>
				<verse number="10">نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو ته دا موقع درکړے شوې ده چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو زۀ د نورو دپاره په مِثالونو کښې تعليم ورکوم، ”هغوئ ګورى خو وينى نه، اورى خو پوهيږى نه.“</verse>
				<verse number="11">د دې مِثال مطلب دا دے چې تخم د خُدائ پاک کلام دے.</verse>
				<verse number="12">او د لارې په غاړه هغه څوک دى چې څوک دا اورى خو وروستو اِبليس راشى او هغه کلام د هغوئ د زړۀ نه يوسى، هسې نه چې ايمان راوړى او خلاصون بيامومى.</verse>
				<verse number="13">په کاڼيزه زمکه د کَرلے شوى تخم مِثال د هغه چا دے چې هر کله چې کلام واورى په خوشحالۍ سره يې قبول کړى خو جرړې يې نۀ وى او د لږ وخت دپاره پرې ايمان راوړى نو د آزمېښت په وخت کښې تيندک وخورى.</verse>
				<verse number="14">او په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو نوره وده يې د مال دولت لالچ او د ژوند د خوشحالو په وجه مرۍ خپه کړى او مېوه يې پخه نۀ شى.</verse>
				<verse number="15">خو د ښې زمکې مِثال د هغه چا دے څوک چې په ښۀ او پاک زړۀ سره کلام واورى او پرې مضبوط شى او په دې د صبر مېوه راوړى.</verse>
				<verse number="16">داسې هيڅوک نشته چې ډيوه بله کړى او بيا يې د لوښى د لاندې پټه کړى او يا يې د کټ لاندې کېږدى بلکې هغه يې په ډيوټ ږدى چې هر راتلونکے کس يې رڼا ووينى.</verse>
				<verse number="17">داسې پټ څيز نشته چې هغه به ښکاره نۀ شى او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى.</verse>
				<verse number="18">نو خبردار شئ چې تاسو څنګه اورئ ځکه چې د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى، او د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.“</verse>
				<verse number="19">بيا د عيسىٰ مور او وروڼه راغلل خو د ګڼې له کبله هغۀ ته ورونۀ رسېدل.</verse>
				<verse number="20">چا هغۀ ته ووئيل چې، ”ستا مور او وروڼه بهر ولاړ دى، هغوئ تا سره مِلاوېدل غواړى.“</verse>
				<verse number="21">هغۀ جواب ورکړو، ”زما مور او زما وروڼه هغه څوک دى چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.“</verse>
				<verse number="22">يوه ورځ عيسىٰ د خپلو مريدانو سره په کشتۍ کښې سور شو او ورته يې وفرمائيل، ”راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو.“ نو هغوئ روان شول.</verse>
				<verse number="23">او کله چې هغوئ په کِشتۍ کښې روان وُو، نو هغه اودۀ شو. خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو، او کِشتۍ د اوبو نه په ډکېدو شوه او هغوئ په سخته خطره کښې وُو.</verse>
				<verse number="24">مريدان هغۀ له ورغلل او په چغو يې رابېدار کړو، ”مالِکه، مالِکه، مونږ ډوبيږو.“ هغه بېدار شو او سيلۍ او د اوبو چپې يې ورټلې. طوفان ودرېدو نو په هغه ساعت قلاره قلارى شوه.</verse>
				<verse number="25">هغۀ ترې تپوس وکړو، ”ستاسو ايمان چرته دے؟“ هغوئ په يره او حېرانتيا يو بل ته ووئيل چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپو له حکم ورکوى او هغوئ يې حکم منى؟“</verse>
				<verse number="26">بيا عيسىٰ د خپلو مريدانو سره د ګِراسينيانو علاقې ته ورسېدلو کوم چې د ګليل په بله غاړه وو.</verse>
				<verse number="27">څنګه چې عيسىٰ وچې ته راکوز شو نو يو سړے يې وليدو چې پيريانو نيولے وو او د ډېر وخت نه يې نۀ خو جامې اغوستې وې او نۀ کور کښې اوسېدلے وو خو په قبرستان کښې دېره وو.</verse>
				<verse number="28">کله چې هغۀ عيسىٰ وليدلو نو چغې يې کړې او سجده يې ورته وکړه او دا چغې يې وهلې، ”اے عيسىٰ، د خُدائ پاک زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ د خُدائ تعالىٰ دپاره ما مۀ په عذابوه.“</verse>
				<verse number="29">ځکه چې عيسىٰ پيريانو ته حکم کړے وو چې دې سړى نه راوځئ. ډېر ځله يې هغه نيولے وو او د حفاظت د کبله به په زنځيرونو کښې وتړلے شو او زولنۍ به ورواچولے شوې خو هر ځل به هغۀ ځان خلاصولو او پيريانو به هغه بيابان ته بوتلو.</verse>
				<verse number="30">بيا عيسىٰ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نوم دې څۀ دے؟“ هغۀ ووئيل چې، ”زما نوم لښکر دے،“ ځکه چې هغه ډېرو پيريانو نيولے وو.</verse>
				<verse number="31">هغوئ مِنت زارى ورته وکړه چې دا حکم مۀ راکوه چې تاترين ته وغورزېږئ.</verse>
				<verse number="32">نو هلته د غرۀ په خوا کښې د خنزيرانو يوه لويه رمه څرېده او پيريانو مِنت زارى ورته وکړه چې، ”مونږ له اجازت راکړه چې په دوئ کښې ورننوځو.“ نو هغۀ هغوئ له اجازت ورکړو.</verse>
				<verse number="33">بيا پيريان د سړى نه راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او ټوله رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او ډوبه شوه.</verse>
				<verse number="34">د خنزيرانو ساتونکو چې دا وليدل نو وتښتېدل. هغوئ ښار او بانډو ته دا خبر ورسولو.</verse>
				<verse number="35">او خلق د دې تماشې دپاره بهر راووتل. کله چې هغوئ عيسىٰ له راغلل هغه سړے چې پيريان ترې تللى وُو يې وليدو چې جامې يې اغوستې وې او سم دم د عيسىٰ په پښو کښې ناست وو او هغوئ ويرېدل.</verse>
				<verse number="36">کومو خلقو چې دا واقعه ليدلې وه هغوئ نورو ته ووئيل چې دا پيريانو نيولے سړے څنګه روغ شو.</verse>
				<verse number="37">نو د ګِراسينيانو د مُلک ټولو خلقو عيسىٰ ته مِنت زارى وکړه چې د دې علاقې نه لاړ شه. ځکه چې هغوئ ډېر يرې اخستى وُو. نو هغه کشتۍ ته وختلو او واپس لاړو.</verse>
				<verse number="38">د کوم سړى نه چې پيريان پاڅېدلى وُو هغۀ ورته خواست وکړو چې ورسره ملګرے شى. خو عيسىٰ هغه رُخصت کړو او ورته يې وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="39">”خپل کور ته واپس لاړ شه او هغه هر څۀ بيان کړه چې خُدائ پاک ستا دپاره وکړل.“ هغه لاړو په ښار کښې هرې خوا ته وګرځېدو او چې عيسىٰ د هغۀ دپاره څۀ کړى وُو هغه يې خلقو ته بيان کړل.</verse>
				<verse number="40">کله چې عيسىٰ راواپس شو نو خلقو ورته هرکلے ووې ځکه چې هغوئ ټول ورته په اِنتظار وُو.</verse>
				<verse number="41">بيا يائير نومې يو سړے راغلو چې د عبادتخانې يو مشر وو. هغه د عيسىٰ په پښو پرېوتو او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”ما سره کور ته لاړ شه.“</verse>
				<verse number="42">ځکه چې د هغۀ د دولسو کالو يک يو لور وه چې مرګى حال وه. کله چې عيسىٰ ورسره لاړو نو د خلقو په ګڼه کښې راګېر شو.</verse>
				<verse number="43">په هغوئ کښې يوه ښځه وه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله او هيچا يې علاج نۀ شو کولے.</verse>
				<verse number="44">هغه د شا د طرفه راغله او د هغۀ د جامو لمن له يې لاس وروړو او سمدستى يې وينه ودرېده.</verse>
				<verse number="45">عيسىٰ وفرمائيل، ”دا چا ما له لاس راوړو؟“ ټول منکر شول او پطروس ووئيل، ”مالِکه، ګڼه درباندې راټوله ده او خلق درته راجُختيږى.“</verse>
				<verse number="46">خو عيسىٰ وفرمائيل چې، ”چا خو ما له لاس راوړو ځکه چې زۀ پوهه شوم چې يو طاقت ما نه بهر شو.“</verse>
				<verse number="47">کله چې ښځه پوهه شوه چې هغه پټېدے نۀ شى، نو په رپېدو سره راغله او د هغۀ په پښو کښې پرېوتله او د ټولو خلقو په وړاندې يې د دې اِقرار وکړو چې هغې ولې هغۀ له لاس وروړو او څنګه هغه سمدستى جوړه شوه.</verse>
				<verse number="48">نو هغۀ هغې ته وفرمائيل چې، ”زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې، په خير لاړه شه.“</verse>
				<verse number="49">هغۀ لا دا خبرې کولې چې د عبادتخانې د مشر د کور نه څوک راغلو چې خبر ورکړى چې، ”ستا لور مړه شوه او اُستاذ نور مۀ په تکليف کوه.“</verse>
				<verse number="50">خو عيسىٰ چې دا واورېدل نو هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”يرېږه مۀ. صرف ايمان وساته نو هغه به بچ شى.“</verse>
				<verse number="51">کله چې هغه کور ته ورسېدو هغۀ د پطروس، يوحنا، يعقوب او د جينۍ د مور پلار نه علاوه ځان سره نور څوک ننوتلو ته پرې نۀ ښودل.</verse>
				<verse number="52">هغوئ ټولو د هغې جينۍ دپاره ژړا انګولا کوله. خو هغۀ وفرمائيل چې، ”مۀ ژاړئ، هغه مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“</verse>
				<verse number="53">خو هغوئ ورپورې وخندل ځکه چې ښۀ خبر وُو چې هغه مړه ده.</verse>
				<verse number="54">خو عيسىٰ هغه د لاسه ونيوله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه زما بچۍ.“</verse>
				<verse number="55">د هغې روح واپس راغلو، هغه سمدستى پاڅېده بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې هغې ته د خوړلو څۀ ورکړئ.</verse>
				<verse number="56">د هغې مور پلار اريان دريان شول خو هغۀ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”هر څۀ چې وشول دا چا ته مۀ وايئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">بيا عيسىٰ دولس مريدان راوغوښتل او هغوئ له يې د پيريانو د شړلو او د بيماريانو د شفا اختيار ورکړو.</verse>
				<verse number="2">او هغۀ هغوئ د خُدائ پاک د بادشاهۍ د بيانولو او د بيمارانو د شفا دپاره ولېږل.</verse>
				<verse number="3">هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ځان سره هيڅ مۀ اخلئ، نۀ امسا، نۀ تيلۍ، نۀ روټۍ او نۀ پېسې او نۀ دوېم قميص.</verse>
				<verse number="4">کوم کور ته چې تاسو ننوځئ نو هلته پاتې شئ او هم هلته نه رُخصت شئ.</verse>
				<verse number="5">او کوم خلق چې تاسو قبول نۀ کړى نو چې کله تاسو د هغوئ ښار پرېږدئ نو د خپلو پښو نه دوړې وڅنډئ چې د هغوئ خلاف ګواهى شى.“</verse>
				<verse number="6">نو هغوئ روان شول، کلى په کلى ګرځېدل او په هر ځائ کښې يې زيرے خورولو او بيمارانو له يې شفا ورکوله.</verse>
				<verse number="7">اوس ګورنر هيروديس هم د دې هر څۀ په حقله خبر شو او په سوچ کښې ډوب شو ځکه چې ځينې خلقو دا وئيل چې يحيىٰ بيا د مړو نه راژوندے شوے دے.</verse>
				<verse number="8">او چا وئيل چې الياس راښکاره شوے دے او ځينو وئيل چې د پخوانو پېغمبرانو نه يو راژوندے شوے دے.</verse>
				<verse number="9">هيروديس ووئيل چې، ”د يحيىٰ سر ما په خپله پرې کړے دے خو دا لا څوک دے چې دا دومره زور شور يې دے؟“ نو هغه د عيسىٰ سره د مِلاوېدو په کوشش کښې وو.</verse>
				<verse number="10">کله چې رسولان واپس راغلل نو عيسىٰ ته يې خپله کار ګزارى بيان کړه نو هغه هغوئ سره بيتِ‌صيدا نومې ښاريې ته پټ لاړو.</verse>
				<verse number="11">خو خلق خبر شول او ورپسې لاړل. هغۀ خلقو ته هرکلے ووئيلو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله خبرې وکړې او چا ته چې د علاج ضرورت وو، هغوئ له يې شفا ورکړه.</verse>
				<verse number="12">کله چې ماښام شو نو هغه دولس مريدان هغۀ له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”دا خلق رُخصت کړه چې خوا او شا کلو او بانډو ته لاړ شى او ځان له د شپې تېرولو او د خوراک بندوبست وکړى ځکه چې مونږ دلته په خوشى بيابان کښې يُو.“</verse>
				<verse number="13">خو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو د ځانه دوئ ته د خوراک څۀ ورکړئ چې وې خورى.“ نو هغوئ ووئيل چې، ”مونږ سره خو پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى، نور هيڅ نشته، ترڅو چې مونږ په خپله لاړ نۀ شُو او د دوئ دپاره د خوراک څښاک بندوبست ونۀ کړُو.“</verse>
				<verse number="14">دا خوا او شا پينځۀ زره سړى وُو. هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”د دوئ نه د پنځوسو پنځوسو کسانو پېنډې جوړې کړئ.“</verse>
				<verse number="15">هغوئ هم داسې وکړل او ټول يې کښېنول.</verse>
				<verse number="16">بيا عيسىٰ هغه پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل او آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو، ماتې يې کړې او مريدانو له يې ورکړې چې په خلقو يې تقسيم کړى.</verse>
				<verse number="17">هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو او کومې پاتې ټوکړې چې راټولې کړے شوې نو دولس ټوکرۍ ترې ډکې شوې.</verse>
				<verse number="18">يوه ورځ چې عيسىٰ يواځې دُعا کوله او د هغۀ مريدان هم حاضر وُو نو هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې زۀ څوک يم؟“</verse>
				<verse number="19">هغوئ جواب ورکړو، ”ځينې وائى چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے، نور دې الياس ګڼى، او ځينې وائى چې د پخوانو نبيانو نه يو بيا راژوندے شوے دے.“</verse>
				<verse number="20">نو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ وايئ چې زۀ څوک يم؟“ پطروس جواب ورکړو، ”تۀ د خُدائ پاک مسيح يې.“</verse>
				<verse number="21">بيا هغۀ هغوئ په سختۍ سره منع کړل او حکم يې ورکړو چې، ”هيچا ته مۀ وايئ.“</verse>
				<verse number="22">او هغۀ وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى او مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى، او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“</verse>
				<verse number="23">بيا هغۀ هغوئ ټولو ته وفرمائيل، ”کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، او هره ورځ دې خپله سولۍ راواخلى او ما پسې دې راځى.</verse>
				<verse number="24">څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، نو هغه به يې بچ کړى.</verse>
				<verse number="25">کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان له څۀ فائده ورکړه؟</verse>
				<verse number="26">څوک چې په ما او زما په کلام شرميږى نو اِبن آدم به د هغوئ نه وشرميږى، کله چې هغه په خپل جلال او د پلار او د پاکو فرښتو جلال سره راشى.</verse>
				<verse number="27">خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې هغوئ به تر هغې نۀ مرى ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى ونۀ وينى.“</verse>
				<verse number="28">د دې خبرو نه اتۀ ورځې پس هغۀ پطروس، يوحنا او يعقوب د ځان سره کړل او د دُعا دپاره غرۀ ته لاړل.</verse>
				<verse number="29">هر کله چې هغۀ دُعا کوله نو د هغۀ شکل بدل شو او د هغۀ جامې برېښېدونکې سپينې شوې.</verse>
				<verse number="30">نو ناګهانه هغوئ دوه سړى وليدل چې موسىٰ او الياس وُو، چې د هغۀ سره يې خبرې کولې.</verse>
				<verse number="31">هغوئ په جلال کښې ښکاره شول او د هغۀ د مرګ په حقله يې خبرې وکړې چې په يروشلم کښې پوره کېدونکې وې.</verse>
				<verse number="32">په دې وخت کښې پطروس او د هغۀ ملګرى په ښۀ خوب ورغلى وُو، خو هر کله چې هغوئ بېدار شول نو هغوئ د دۀ جلال وليدو او هغه دوه سړى يې هم ورسره ولاړ وليدل.</verse>
				<verse number="33">او کله چې هغوئ د عيسىٰ نه رخصتېدل نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل ښۀ دى. مونږ پرېږده چې درې جونګړې جوړې کړُو، يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“ خو هغه نۀ پوهېدو چې څۀ يې وئيل.</verse>
				<verse number="34">هغۀ لا دا خبرې کولې چې يوه وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو. هغوئ ويرېدل څنګه چې په وريځ کښې ننوتل.</verse>
				<verse number="35">بيا د وريځې نه يو آواز راغلو چې وې فرمائيل، ”دا زما زوئ دے، زما غوره کړے. د دۀ خبرې واورئ.“</verse>
				<verse number="36">هر کله چې آواز ختم شو نو عيسىٰ يې يواځې وليدلو. نو مريدان غلى پاتې شول او هر څۀ چې يې ليدلى وُو، په هغه وخت يې هيچا ته هم حال ونۀ وې.</verse>
				<verse number="37">بله ورځ چې هغوئ د غرۀ نه راکوز شول نو ډېره لويه ګڼه ورته راټوله شوې وه.</verse>
				<verse number="38">بيا د ګڼې نه يو سړى چغه کړه، ”اُستاذه، زارى درته کوم چې زما په يک يو زوئ نظر وکړه.</verse>
				<verse number="39">هر وخت يې پيرے نيسى، چغې ترې وباسى، تاو راتاو يې کړى او را وى غورزوى او په خوله يې ځګونه رامات شى او چې ډېر بد يې زخمى کړى نو هله ترې لاړ شى.</verse>
				<verse number="40">ما ستا مريدانو ته خواست وکړو چې دا ترې نه وباسئ خو هغوئ پاتې راغلل.“</verse>
				<verse number="41">عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بې‌ايمانه او بدکاره پيړۍ. زۀ به ترڅو تاسو سره يم او تاسو به زغمم؟ خپل زوئ دلته راوله.“</verse>
				<verse number="42">خو د راوستو نه مخکښې پيريانو هغه ماشوم راوپرزولو او تاو راتاو يې کړو، خو عيسىٰ پيرے ورټلو، هلک يې روغ کړو او پلار ته يې واپس حواله کړو.</verse>
				<verse number="43">او هغوئ ټول د خُدائ پاک د لويئ او د هغۀ د شان او شوکت يرې واخستل. ټول خلق د دۀ په دې ټولو کارونو حېران شول او عيسىٰ په دې وخت کښې خپلو مريدانو ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="44">”پرېږدئ او دا خبرې په کولاو غوږونو واورئ. اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى.“</verse>
				<verse number="45">خو هغوئ د هغۀ په دې وينا پوهه نۀ شول ځکه چې د دې مطلب د هغوئ نه پټ وو د دې دپاره چې هغوئ په دې ونۀ رسى او هغوئ په دې حقله د هغۀ نه د تپوس کولو نه هم يرېدل.</verse>
				<verse number="46">د هغوئ په مينځ کښې دا بحث شروع شو چې په مونږ کښې د ټولو نه لوئ څوک دے.</verse>
				<verse number="47">عيسىٰ په دې پوهه وو چې د دوئ په زړُونو کښې څۀ تېريږى نو هغۀ يو ماشوم د لاسه ونيولو او په خپله خوا کښې يې ودرولو</verse>
				<verse number="48">او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى، او څوک چې ما قبلوى هغه، هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم. ځکه چې په تاسو ټولو کښې ورکوټے په تاسو ټولو کښې لوئ دے.“</verse>
				<verse number="49">يوحنا ووئيل، ”مالِکه، مونږ يو سړے وليدو چې ستا په نوم پيريان شړى، او مونږ د هغۀ د منع کولو کوشش وکړو ځکه هغه زمونږ نه نۀ وو.“</verse>
				<verse number="50">خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه مۀ منع کوئ ځکه چې څوک ستاسو مخالف نۀ دے، هغه ستاسو ملګرے دے.“</verse>
				<verse number="51">هر کله چې هغه وخت رانزدې شو چې عيسىٰ پاس آسمان ته وخېژولے شى نو هغۀ يروشلم ته د تلو پوخ نيت وکړو.</verse>
				<verse number="52">او هغۀ د ځان نه وړاندې پېغام وړُونکى ولېږل. هغوئ لاړل او د سامريه يو کلى ته ورغلل چې د هغۀ دپاره د ځائ تيارى وکړى.</verse>
				<verse number="53">خو د کلى خلقو هغه قبول نۀ کړو ځکه چې هغۀ مخه د يروشلم په لور تړلې وه.</verse>
				<verse number="54">هر کله چې د هغۀ مريدانو يعقوب او يوحنا دا حال وليدلو نو وې وئيل، ”مالِکه، مونږ د آسمان نه د دې کلى د سوزولو دپاره اور وغواړو څۀ؟“</verse>
				<verse number="55">خو هغۀ ورته مخ ورواړوو او وې رټل.</verse>
				<verse number="56">نو بيا هغوئ بل کلى ته لاړل.</verse>
				<verse number="57">کله چې هغوئ په لاره روان وُو نو يو سړى هغۀ ته ووئيل، ”هر چرته چې تۀ ځې، زۀ به هم درپسې ځم.“</verse>
				<verse number="58">عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر په کښې ولګوى.“</verse>
				<verse number="59">بل چا ته هغۀ وفرمائيل چې، ”په ما پسې راځه.“ خو سړى جواب ورکړو، ”مالِکه، اول ما ته اجازت راکړه چې خپل پلار ښخ کړم.“</verse>
				<verse number="60">خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”مړى پرېږدئ چې مړى ښخوى خو تۀ خامخا لاړ شه او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے ورکوه.“</verse>
				<verse number="61">او بيا يو بل ووئيل، ”مالِکه، زۀ به درپسې يم خو دومره اجازت راکړه چې د خپل کور د خلقو نه رُخصت واخلم.“</verse>
				<verse number="62">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”کوم سړے چې قُلبه کول شروع کړى بيا شاته ګورى هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ لائق نۀ دے.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">د دې نه پس بيا مالِک نور دوه اويا کسان مقرر کړل او هغوئ يې دوه دوه کسان هر ښار او کلى ته د ځان نه وړاندې ولېږل، کومو ته چې د هغۀ د ورتلو اراده وه.</verse>
				<verse number="2">هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”فصل ډېر دے خو مزدوران لږ دى. د دې دپاره تاسو د فصل مالِک ته خواست وکړئ چې د خپل فصل دپاره مزدوران راولېږى.</verse>
				<verse number="3">په خپله لاره ځئ او ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم.</verse>
				<verse number="4">د ځان سره بټوه مۀ اخلئ، نۀ تيلۍ او نۀ پېزار. او په لاره د چا سره په دُعا سلام ډېر وخت مۀ ضائع کوئ.</verse>
				<verse number="5">هر کله چې تاسو يو کور ته ننوځئ نو اول دا ووايئ، په دې کور کښې دې خير او سلامتى وى.</verse>
				<verse number="6">کۀ چرې هلته يو کس خير خواه وى نو ستاسو سلامتى به د هغۀ دپاره وى، او کۀ نۀ وى نو هغه به تاسو ته راواپس شى.</verse>
				<verse number="7">هم هغه کور کښې پاتې شئ او د هغوئ سره خوړل څښل وکړئ او ست مۀ غواړئ ځکه چې مزدور د مزدورۍ حقدار وى. کور په کور مۀ ګرځئ.</verse>
				<verse number="8">هر کله چې تاسو يوې ښاريې ته ورننوځئ او هغوئ تاسو ته هرکلے ووائى نو کوم خوراک چې تاسو ته درکړى، هغه وخورئ.</verse>
				<verse number="9">هلته بيماران روغ کړئ او هغوئ ته ووايئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.</verse>
				<verse number="10">خو چې تاسو يو ښار ته ننوځئ او هغوئ تاسو قبول نۀ کړى نو د دې کوڅو ته بهر ووځئ او ووايئ،</verse>
				<verse number="11">ستاسو د ښاريې دا کومه دوړه چې زمونږ په پښو پورې انښتې ده، مونږ يې ستاسو خلاف څنډو. خو دا خبره ياده لرئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.</verse>
				<verse number="12">زۀ تاسو ته دا وايم چې د قيامت په ورځ به د سدوم حال د دغه ښار نه زيات د زغملو وى.</verse>
				<verse number="13">افسوس دې وى په تا اے خورازينه، افسوس دې وى په تا بيتِ‌صيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځان نه د ټاټ جامې تاو کړې وې او په ايرو کښې به ناست وُو او توبه به يې ويستې وه.</verse>
				<verse number="14">خو د قيامت په ورځ به د صور او صيدا حالت ستاسو نه ډېر غوره وى.</verse>
				<verse number="15">او اے کفرنحُومه، ولې تۀ دا ګڼې چې ستا مقام به تر آسمانه پورته کړے شى څۀ؟ نه، تۀ به تاترين ته وغورزولے شې.</verse>
				<verse number="16">هر څوک چې ستاسو خبرې ته غوږ نيسى، هغه ما ته غوږ نيسى او هر څوک چې ستاسو خبره رد کوى، هغه ما رد کوى او څوک چې ما رد کوى، هغه هم هغه رد کوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“</verse>
				<verse number="17">بيا هغه دوه اويا کسان خوشحاله واپس راغلل او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، ستا په نوم پيريان هم زمونږ تابعدارى کوى.“</verse>
				<verse number="18">هغۀ جواب ورکړو، ”ما دا وليدل چې شېطان لکه د برېښنا په شان د آسمان نه راکوز شو.</verse>
				<verse number="19">ګورئ، ما تاسو له اختيار درکړو چې ماران او لړمان د پښو لاندې کړئ او د دشمن طاقت هم ختموئ او هيڅ څيز به هم تاسو ته نقصان نۀ شى درکولے.</verse>
				<verse number="20">خو په دې مۀ خوشحالېږئ چې پيريان ستاسو تابعدارى کوى بلکې په دې خوشحاله شئ چې ستاسو نومونه په آسمان کښې وليکلے شول.“</verse>
				<verse number="21">هم په دغه وخت عيسىٰ په روحُ القُدس کښې لويه خوشحالى وکړه او عيسىٰ وفرمائيل، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم ځکه چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې. آو، پلاره، دا ستا رضا وه.</verse>
				<verse number="22">هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پېژنى، او نۀ څوک پلار پېژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى.“</verse>
				<verse number="23">بيا هغه خپلو مريدانو ته راوګرځېدو او ځان له يې ورته وفرمائيل، ”هغه سترګې بختورې دى چې هغه څۀ وينى چې تاسو يې وينئ.</verse>
				<verse number="24">زۀ تاسو ته وايم چې د ډېرو نبيانو او بادشاهانو دا ارمان وُو چې هغه څۀ ووينى څۀ چې تاسو وينئ خو هغوئ ونۀ ليدل او هغه څۀ واورى چې تاسو يې اوس اورئ خو هغوئ وانۀ ورېدل.“</verse>
				<verse number="25">په يوه موقع يو د شرعې عالم راغلو او په عيسىٰ يې د آزمېښت دپاره دا سوال وکړو، ”اُستاذه، زۀ داسې څۀ وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“</verse>
				<verse number="26">عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”په شريعت کښې يې څۀ ليکلى دى؟ تۀ يې څنګه لولې؟“</verse>
				<verse number="27">هغۀ ورته جواب ورکړو، ”د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ او په پوره ځان او په پوره طاقت او په پوره عقل سره مينه ساتئ، او، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“</verse>
				<verse number="28">عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”هم دغه صحيح جواب دے. دغه شان کوه نو ژوندے به اوسې.“</verse>
				<verse number="29">خو هغۀ خپل ځان د صحيح ثابتولو دپاره د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”زما ګاونډى څوک دے؟“</verse>
				<verse number="30">عيسىٰ ورته جواب ورکړو چې، ”يو سړے د يروشلم نه يريحو ته روان وو چې په لاره ډاکوانو ګېر کړو، جامې يې ترې وويستلې، وې وهلو او مرګى حال يې پرېښودلو او ترېنه لاړل.</verse>
				<verse number="31">اتفاقى يو اِمام په دغه لار تېرېدو، چې هغه يې وليدو نو د لارې بل طرف ته واوړېدو او ترې نه لاړو.</verse>
				<verse number="32">هم دغه شان يو ليوى هغه ځائ ته راغلو او چې هغه يې وليدلو نو بل طرف ته ترې نه واوړېدو او دے هم په مخه ترې لاړو.</verse>
				<verse number="33">خو يو سامرى مسافر چې هغۀ له نزدې راغلو او چې هغه يې وليدو نو زړۀ يې پرې وسوزېدو.</verse>
				<verse number="34">هغه ورغلو او د هغۀ زخمونه يې په تېلو او ميو ووينځل او پټۍ يې پرې ولګوله او بيا يې په خپل څاروى سور کړو او يو سرائى ته يې د ځان سره بوتلو او هلته يې د هغۀ خِدمت وکړو.</verse>
				<verse number="35">بله ورځ هغۀ دوه ديناره د خپل جيب نه راوويستل او د سرائى مالِک له يې ورکړل او ورته يې ووئيل چې د دۀ خِدمت کوه او کۀ نوره خرچه دې پرې راغله نو په واپسۍ کښې به يې درکړم.</verse>
				<verse number="36">ستاسو څۀ خيال دے چې په دې درېو واړو کښې د هغه سړى رښتينے ګاونډى څوک دے کوم چې غلو وهلے وو؟“</verse>
				<verse number="37">هغۀ جواب ورکړو، ”هغه څوک چا چې په هغۀ رحم وکړو.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”لاړ شه او هم دغسې کوه لکه چې هغۀ وکړل.“</verse>
				<verse number="38">هر کله چې هغوئ په لاره تلل نو عيسىٰ يو کلى ته راغلو چرته چې مرتا نومې يوې ښځې په خپل کور کښې مېلمه کړو.</verse>
				<verse number="39">د هغې يوه خور وه چې نوم يې مريم وو. هغه د مالِک په پښو کښې کښېناستله او د هغۀ کلام يې اورېدلو.</verse>
				<verse number="40">خو چې مرتا د ډېر کار په وجه پرېشانه وه نو هغۀ ته ورغله او ورته يې ووئيل، ”مالِکه، تۀ دا خيال نۀ کوې چې زما خور زۀ خِدمت ته يواځې پرېښې يم؟ هغې ته ووايه چې راشى او زما مدد وکړى.“</verse>
				<verse number="41">مالِک په جواب کښې ورته وفرمائيل، ”مرتا، مرتا، تۀ د ډېرو څيزونو په سوچونو کښې ډوبه شوې يې.</verse>
				<verse number="42">خو د دې نه يوه خبره ضرورى ده او مريمې چې کومه خوښه کړې ده هغه بهتره ده او دا به د هغې نه هيڅکله وانۀ خستلے شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">يوه ورځ داسې وشول چې عيسىٰ په يو ځائ کښې دُعا کوله. هغۀ چې دُعا خلاصه کړه نو د هغۀ يو مريد ورته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته د دُعا کولو طريقه وښايه لکه څنګه چې يحيىٰ خپلو مريدانو ته ښودلې وه.“</verse>
				<verse number="2">عيسىٰ جواب ورکړو، ”هر کله چې تاسو دُعا کوئ نو داسې وايئ، اے پلاره، ستا نوم دې پاک وى او ستا بادشاهى دې راشى.</verse>
				<verse number="3">مونږ له خپل روزمره رزق راکړه.</verse>
				<verse number="4">او زمونږ ګناهونه معاف کړه، څنګه چې مونږ خپل قصوروار معاف کوُو. او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه.“</verse>
				<verse number="5">بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”فرض کړئ کۀ په تاسو کښې يو کس په نيمه شپه د خپل ملګرى کور ته ورشى او ورته ووائى زما ملګريه، ما له لږه روټۍ راکړه.</verse>
				<verse number="6">ځکه چې زما يو ملګرے د سفر نه راغلے دے او ما کره د خوړلو دپاره هيڅ هم نشته چې هغۀ ته کېږدم.</verse>
				<verse number="7">او هغه ورته په جواب کښې ووائى چې ما مۀ تنګوه. په دې نيمه شپه خو ورونه بند دى، زۀ او زما بچى په کټ کښې اودۀ يُو، په دې وخت اوس زۀ تا له څۀ نۀ شم درکولے.</verse>
				<verse number="8">خو زۀ تاسو ته وايم، کۀ چرې د دوستۍ په وجه درله څۀ درنۀ کړى خو ستا د زيات مِنت کولو په وجه به هغه راپاڅى او تا له به هر څۀ درکړى.</verse>
				<verse number="9">او دغه شان زۀ تاسو ته وايم چې وغواړئ نو تاسو ته به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى.</verse>
				<verse number="10">ځکه هر څوک يې چې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى.</verse>
				<verse number="11">کۀ چرې ستاسو ماشومان تاسو نه کب وغواړى نو ولې تاسو به ورله مار ورکړئ څۀ؟ په تاسو کښې به کوم پلار داسې وکړى؟</verse>
				<verse number="12">او يا چې ماشوم ترې هګۍ وغواړى نو ولې تاسو به ورله لړم ورکړئ څۀ؟</verse>
				<verse number="13">نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ نو ستاسو آسمانى پلار به څومره زيات روحُ القُدس هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترې غواړى.“</verse>
				<verse number="14">يوه ورځ عيسىٰ د يو سړى نه ګونګے پيرے وشړلو چا چې خبرې نۀ شوې کولے نو کله چې پيرى پرېښودو نو دې سړى خبرې شروع کړې، او خلق په دې کار حق حېران شول.</verse>
				<verse number="15">خو ځينو په کښې ووئيل چې، ”دے خو د پيريانو د سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“</verse>
				<verse number="16">او نورو د آزمېښت په توګه ورنه څۀ آسمانى نښه وغوښته.</verse>
				<verse number="17">خو هغه د هغوئ په زړونو پوهه شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”هره بادشاهى چې په خپلو کښې بې‌اتفاقه شى نو هغه تباه کيږى، او په بې‌اتفاقۍ سره بادشاهى ورانيږى.</verse>
				<verse number="18">هم دغه شان کۀ چرې اِبليس د خپل ځان خلاف شى نو څنګه به يې بادشاهى پاتې شى؟ لکه څنګه چې ستاسو ګُمان دے چې زۀ د بعلزبول په مدد پيريان وباسم،</verse>
				<verse number="19">نو کۀ چرې زۀ پيريان د بعلزبول په مدد شړم نو ستاسو مريدان يې د چا په وسيله شړى؟ نو په هم دې وجه به هغوئ تاسو ملامته کړى.</verse>
				<verse number="20">خو کۀ چرې زۀ د خُدائ پاک په قدرت پيريان شړم نو بيا پوهه شئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.</verse>
				<verse number="21">هرکله چې يو زورَور وسله وال سړے د خپل کور ساتنه کوى نو د هغۀ مال حال به محفوظ وى.</verse>
				<verse number="22">خو هرکله چې د هغۀ نه زيات زورَور سړے په هغۀ ورپېښ شى او دے قابو کړى نو هغه وسله ترې واخلى چې په کومه د دۀ باور وى او د هغۀ لوټ شوے مال حال په خپلو کښې تقسيم کړى.</verse>
				<verse number="23">څوک چې ما سره نۀ دے، هغه زما خلاف دے. څوک يې چې ما سره يو ځائ نه راټولوى نو هغه يې نولى.</verse>
				<verse number="24">کله چې د يو کس نه پيرے بهر شى نو هغه په صحراګانو سر شى چې آرام ومومى، خو چې وې نۀ مومى نو هغه بيا د خپل ځان سره داسې ووائى چې زۀ به واپس هغه ځائ ته لاړ شم د کوم نه چې راوتلے يم.</verse>
				<verse number="25">نو هغه چې واپس راشى نو هغه ځائ صفا او جارُو کړے او د اوسېدو جوګه بيامومى.</verse>
				<verse number="26">بيا هغه لاړ شى او نور اووۀ پيريان د ځان سره راولى چې د دۀ نه هم زيات خراب وى او هغوئ ټول راشى او په پيرى نيولى کس دېره شى او د هغۀ اَنجام د پخوا نه هم لا خراب شى.“</verse>
				<verse number="27">کله چې عيسىٰ دا خبره کوله په ګڼه کښې يوې ښځې چغې کړې، ”بختوره ده هغه مور چې تۀ يې زيږولے يې او تا له يې پئ درکړى دى.“</verse>
				<verse number="28">نو هغۀ جواب ورکړو، ”نه، بختور هغه دى څوک چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.“</verse>
				<verse number="29">کله چې عيسىٰ ته د خلقو ګڼه زياتېدله نو هغۀ داسې وفرمائيل، ”دا يوه ګناهګاره پيړۍ ده. دوئ نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ له ورنۀ کړے شى.</verse>
				<verse number="30">لکه څنګه چې يُونس د نينوه د خلقو دپاره نښه وګرځېدو، دغه شان به اِبن آدم هم د دې پيړۍ دپاره نښه وګرځى.</verse>
				<verse number="31">د شيبا مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ د خلقو خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل سر نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.</verse>
				<verse number="32">د نينوه خلق به هم د دې زمانې د خلقو په خلاف د قيامت په ورځ ودريږى او دا پيړۍ به مجرمه ثابته کړى ځکه چې هغوئ د يُونس په بيان توبه ګار شوى وُو، او اوس څوک چې دلته دے، هغه د يُونس نه لوئ دے.</verse>
				<verse number="33">هيڅوک بله شوې ډيوه په پټ ځائ کښې او يا د لوښى لاندې نۀ ږدى بلکې د ډيوټ دپاسه يې ږدى چې کور ته راتلونکى خلق يې رڼا ووينى.</verse>
				<verse number="34">ستا سترګې ستا د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى، نو ستا ټول بدن به د رڼا نه ډک وى. خو کۀ ستا سترګې خرابې وى، نو ستا په ټول بدن کښې به تورتم وى.</verse>
				<verse number="35">نو بيا پام کوه چې کومه رڼا په تا کښې ده چې هغه تورتم نۀ وى.</verse>
				<verse number="36">کۀ چرې ستا ټول بدن د رڼا نه ډک وى، او يو اندام دې هم په تورتم کښې نۀ وى، نو ستا ټول ژوندون به روښانه وى، داسې لکه چې يوه ډيوه په تا ځليږى.“</verse>
				<verse number="37">کله چې عيسىٰ خبرې ختمې کړې نو يو فريسى هغۀ ته د روټۍ دعوت ورکړو. هغه دننه ورغلو او ورسره کښېناستو.</verse>
				<verse number="38">فريسى په دې ليدو حېران شو چې هغۀ د روټۍ خوړلو نه مخکښې لاسونه ونۀ وينځل.</verse>
				<verse number="39">خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل، ”تاسو فريسيان خو د کنډول او رکېبۍ بهر مخ وينځئ خو دننه تاسو د حرص او بدکارۍ نه ډک کړى وى.</verse>
				<verse number="40">اے کم عقلو، چا چې بهرنۍ حِصه جوړه کړې ده، ولې هغۀ دننه حِصه نۀ ده جوړه کړې څۀ؟</verse>
				<verse number="41">خو څۀ چې ستاسو په لوښو کښې دى هغه خېراتى ورکړئ. نو بيا به تاسو دننه او بهر مکمل پاک شئ.</verse>
				<verse number="42">اے فريسيانو، په تاسو دې افسوس وى. تاسو د باغ د پودينې او سپېلنو او د هر قِسم سبزۍ لسمه حِصه خو ورکوئ خو د اِنصاف او د خُدائ پاک سره د مينې نه اِنکار کوئ. په کار خو دا وو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے.</verse>
				<verse number="43">اے فريسيانو، په تاسو دې افسوس وى. تاسو په عبادتخانو کښې د مشرۍ کُرسۍ خوښوئ او په بازارونو کښې په سلامونو ډېر خوشحالېږئ.</verse>
				<verse number="44">افسوس چې تاسو د هغه قبرونو په شان يئ چې نښه يې نۀ معلوميږى او خلق پرې په بې‌خيالۍ سره دپاسه ګرځى.“</verse>
				<verse number="45">د دې په جواب کښې يو د شرعې عالم ووئيل، ”اُستاذه، کله چې تاسو داسې خبرې کوئ نو دا زمونږه سپکاوے کوئ.“</verse>
				<verse number="46">عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”اے د شرعې عالمانو په تاسو دې هم افسوس وى. ځکه چې تاسو په خلقو بې‌اندازې بوج وراچوئ ولې په خپله د دې د اوچتولو دپاره يوه ګوته قدرې هم نۀ وروړئ.</verse>
				<verse number="47">په تاسو دې افسوس وى چې تاسو د هغه نبيانو زيارتونه جوړَوئ کوم نبيان چې ستاسو پلار نيکونو وژلى وُو.</verse>
				<verse number="48">او تاسو په خپله په دې کار د خپل پلار نيکۀ په جرمونو کښې شريک شوئ، هغوئ پېغمبران ووژل او تاسو پرې زيارتونه جوړ کړل.</verse>
				<verse number="49">ځکه خو خُدائ پاک په خپل حِکمت کښې وئيلى دى چې زۀ به تاسو ته نبيان او رسولان درولېږم او په دوئ کښې به ځينې ووژلے شى او ځينې به وزورولے شى.</verse>
				<verse number="50">نو دغه شان به د دُنيا د شروع نه تر اوسه پورې د دې موجوده پيړۍ نه د ټولو نبيانو د تويو شوو وينو تپوس وکړے شى،</verse>
				<verse number="51">د هابيل د وينې نه د زکرياه تر وينې پورې، څوک چې د خُدائ د کور او قربان‌ګاه په مينځ کښې وژلے شوے وو. زۀ تاسو ته دا وايم، چې دې پيړۍ ته به د دې ټولو د وينو تويولو سزا ملاويږى.</verse>
				<verse number="52">اے د شرعې عالمانو، په تاسو دې افسوس وى. ځکه چې تاسو د عِلم کُنجيانې قبضه کړې دى، تاسو په خپله هم په کښې داخل نۀ شوئ او څوک چې داخلېدل هغوئ مو هم پرې نۀ ښودل.“</verse>
				<verse number="53">کله چې عيسىٰ د کوره بهر شو نو فريسيانو او د شرعې عالمانو دا کوشش وکړو چې د هغۀ سخت مخالفت شروع کړى او د دۀ نه بې‌واره بې‌واره تپوسونه وکړى،</verse>
				<verse number="54">او په دې اِنتظار وُو چې هغه په خپلو خبرو کښې راګېر کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">په دې دوران کښې د زرګونو خلقو ګڼه جوړه شوې وه او داسې ټيل جوړ شوے وو چې خلقو يو بل د پښو لاندې کول. نو عيسىٰ اول خپلو مريدانو ته خبرې شروع کړې چې، ”د فريسيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ. زما مطلب د هغوئ د منافقت نه دے.</verse>
				<verse number="2">داسې يو پټ څيز نشته چې هغه به ښکاره نۀ شى او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى.</verse>
				<verse number="3">نو هر هغه څۀ چې تاسو په تيارۀ کښې وايئ، هغه به په رڼا ورځ واورېدلے شى او هغه څۀ چې تاسو په بندو کمرو کښې يو بل ته په غوږ کښې وئيلى دى، هغه به د چت نه په چغه واورولے شى.</verse>
				<verse number="4">اے دوستانو، زۀ تاسو ته دا وايم، د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې ستاسو بدن وژنى خو د مرګ نه پس نور تاسو سره هيڅ نۀ شى کولے.</verse>
				<verse number="5">خو زۀ به تاسو خبردار کړم چې د چا نه يره په کار ده. د هغه چا نه يرېږئ څوک چې د وژلو نه پس دوزخ ته د اچولو طاقت هم لرى. آو، زۀ تاسو ته وايم چې د هم هغۀ نه يره کوئ.</verse>
				<verse number="6">ولې پينځۀ چڼچڼې په دوو پېسو نۀ خرڅيږى څۀ؟ او خُدائ پاک بيا هم په دوئ کښې يوه هم نۀ هېروى.</verse>
				<verse number="7">خو ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى. نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بې‌شمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.</verse>
				<verse number="8">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر هغه څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى نو اِبن آدم به هم د خُدائ پاک د فرښتو په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړى.</verse>
				<verse number="9">خو څوک چې د خلقو په وړاندې زما نه اِنکار کوى نو د خُدائ پاک د فرښتو په وړاندې به د هغۀ نه اِنکار وشى.</verse>
				<verse number="10">هر هغه څوک چې د اِبن آدم په خلاف څۀ خبره وکړى نو هغه به وبخښلے شى، خو څوک چې د روحُ القُدس په خلاف کُفر ووائى نو هغه به معاف نۀ کړے شى.</verse>
				<verse number="11">کله چې تاسو د عبادتخانو او د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو په وړاندې د عدالت دپاره ودرولے شئ نو په دې وخت کښې اندېښنه مۀ کوئ چې تاسو به د دوئ په وړاندې په خپله صفائى کښې څۀ وايئ.</verse>
				<verse number="12">ځکه چې روحُ القُدس به هغه ساعت تاسو ته وښائى چې څۀ وئيل په کار دى.“</verse>
				<verse number="13">په ګڼه کښې يو سړى عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، زما ورور ته ووايه چې زما سره د ميراث تقسيم وکړى.“</verse>
				<verse number="14">هغۀ جواب ورکړو چې، ”وروره، زۀ چا ستاسو منصف او ثالث مقرر کړے يم؟“</verse>
				<verse number="15">بيا هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”خبردار شئ. د هر قِسم حرص نه ځان ساتئ ځکه چې د بنى آدم ژوند په ډېر مال دولت پورې تړلے نۀ دے.“</verse>
				<verse number="16">او بيا ورته عيسىٰ دا مِثال پېش کړو چې، ”يو مالداره سړے وو چې په زمکه کښې يې ښۀ فصل وشو.</verse>
				<verse number="17">هغۀ د ځان سره ووئيل، ما ته څۀ کول پکار دى؟ ما سره خو دومره ځائ هم نشته چې دا غله په کښې انبار کړم.</verse>
				<verse number="18">بيا هغۀ ووئيل چې زۀ به داسې وکړم چې خپلې خمبې به ونړوم او لوئې به يې جوړې کړم او په هغې کښې به خپله ټوله غله او نور مال دولت سمبال کړم.</verse>
				<verse number="19">او بيا به خپل ځان ته ووايم، سړيه، ډېر څيزونه دې جمع کړل چې د ډېرو کالونو پورې ستا دپاره کافى دى، اوس په آرام ژوند کوه، خوره څښه او خوشحاله ګرځه.</verse>
				<verse number="20">خو خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، اے کم عقله. هم په دې شپه به دې ساه وخېژى. او تا چې کوم مال دولت راجمع کړو، دا به اوس د چا شى؟</verse>
				<verse number="21">دا د هغه چا مِثال دے چا چې د خپل ځان دپاره مال دولت راجمع کړو، خو دے د خُدائ پاک په نزد مالداره نۀ دے.“</verse>
				<verse number="22">بيا هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنې مۀ کوئ چې، څۀ به خورو يا څۀ به اغوندو.</verse>
				<verse number="23">ځکه چې ژوندون د روټۍ او بدن د جامو نه بهتر دے.</verse>
				<verse number="24">کارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى، نۀ خو د دوئ ذخيرې شته، نۀ خمبې، خو بيا هم خُدائ پاک هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د مارغانو په نسبت ډېر اهم يئ.</verse>
				<verse number="25">په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه په اندېښنو خپل ژوند يو ساعت قدرې زيات کړى؟</verse>
				<verse number="26">کۀ چرې تاسو دا معمولى کار قدرې هم نۀ شئ کولے نو بيا نورو اندېښنو ولې اخستى يئ؟</verse>
				<verse number="27">ځنګلى ګلونو ته خو لږ خيال وکړئ، نۀ خو هغوئ خوارى کوى او نۀ ځان دپاره جامې جوړوى خو زۀ تاسو ته دا وايم چې سليمان چرې هم سره د خپل ټول شان او شوکت د دې ګلونو په شان ښائسته جامې اچولې نۀ وې.</verse>
				<verse number="28">خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو ته داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو له ښکلې جامې درنۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو.</verse>
				<verse number="29">نو ځکه تاسو د خوراک څښاک پسې منډې مۀ وهئ، تاسو د دې څيزونو اندېښنه مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="30">ځکه چې د دُنيا نور قومونه په دې څيزونو پسې په منډه دى خو ستاسو پلار د مخکښې نه ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.</verse>
				<verse number="31">خو تاسو د هر څۀ نه اول د هغۀ د بادشاهۍ په لټون کښې شئ نو بيا به هغه ستاسو ټول حاجتونه پوره کړى.</verse>
				<verse number="32">اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.</verse>
				<verse number="33">خپل مال حال خرڅ کړئ او حاجتمندو ته يې ورکړئ او د ځان دپاره داسې بټوې تيارې کړئ چې هيڅکله نۀ زړيږى او خپل ځان له په آسمان کښې داسې خزانې جوړې کړئ چې هيڅکله نۀ ختميږى، چرته چې نۀ غل شته او نۀ وينۀ.</verse>
				<verse number="34">ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.</verse>
				<verse number="35">د خِدمت دپاره تيار اوسئ او خپلې ډيوې بلې ساتئ.</verse>
				<verse number="36">د هغو سړو په شان شئ څوک چې د خپل مالِک د وادۀ د روټۍ نه د واپس راتلو په اِنتظار وى نو چې هغه څۀ وخت راشى، او ور وټکوى نو چې سمدستى هغوئ ورته ور کولاو کړى.</verse>
				<verse number="37">هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="38">بختور دى هغه خادِمان کله چې د هغوئ مالِک په نيمه شپه او يا سحر سبا راشى او هغه دوئ بېدار ووينى.</verse>
				<verse number="39">خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو.</verse>
				<verse number="40">نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.“</verse>
				<verse number="41">پطروس ووئيل چې، ”مالِکه، تۀ دا مِثال يواځې مونږ ته وائې او کۀ ټولو ته؟“</verse>
				<verse number="42">مالِک ورته وفرمائيل چې، ”نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى.</verse>
				<verse number="43">بختور دے هغه نوکر چې د مالِک د راتلو په وخت په خپل کار آخته وى.</verse>
				<verse number="44">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به دۀ ته د خپل ټول مال واک اختيار ورکړى.</verse>
				<verse number="45">خو کۀ هغه نوکر د خپل ځان سره داسې ووائى چې بويه چې زما مالِک راځى او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى،</verse>
				<verse number="46">نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى، نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او په بې‌ايمانانو کښې به يې وشميرى.</verse>
				<verse number="47">خو هغه نوکر چې د خپل مالِک په طبيعت پوهيږى خو بيا هم د هغۀ په مرضۍ عمل ونۀ کړى، هغه به سخت وهل وخورى.</verse>
				<verse number="48">خو څوک چې د خپل مالِک په مرضۍ نۀ پوهيږى او غلط کارونه کوى نو د هغۀ سزا به لږه وى. کوم سړى ته چې زيات ورکړے شوے وى د هغۀ نه به زيات تپوس کولے شى او څومره زيات چې چا ته څۀ سپارلے شوى وى، هومره زيات به د هغۀ نه غوښتلے شى.</verse>
				<verse number="49">زۀ دې له راغلے يم چې په زمکه اور پورې کړم او زما دا څومره خواهش وو چې دا د مخکښې نه بل وى.</verse>
				<verse number="50">زۀ به د يوې سختې بپتسمې نه تېرېږم او د هغې د پوره کېدو پورې به په ما دروند بار وى.</verse>
				<verse number="51">ولې تاسو دا سوچ کوئ چې زۀ دُنيا ته د امن راوستو دپاره راغلے يم؟ خو زۀ د دې دپاره راغلے يم چې خلق په خپلو کښې جدا کړم.</verse>
				<verse number="52">د دې نه پس به په يو کور کښې پينځۀ تنه خپلو کښې بې‌اتفاقه شى، درې به د دوو خلاف او دوه به د درېو خلاف شى،</verse>
				<verse number="53">دوئ به په خپلو کښې مخالفت شروع کړى، پلار به د زوئ او زوئ به د پلار خلاف، مور به د لور او لور به د مور خلاف، خواښې به د اِنږور او اِنږور به د خواښې خلاف شى.“</verse>
				<verse number="54">عيسىٰ خلقو ته دا هم وفرمائيل، ”هر کله چې تاسو نمرپرېواتۀ طرف ته وريځې په راختو ووينئ نو تاسو بيا زر دا وايئ چې باران کېدونکے دے نو بيا هم داسې باران وشى.</verse>
				<verse number="55">او هر کله چې باد د جنوب د طرفه وى نو تاسو وايئ چې د ګرمۍ چپه راتلونکى ده او هم داسې وشى.</verse>
				<verse number="56">اے مُنافقانو. تاسو د زمکې او د آسمان حالت معلومولے شئ نو بيا تاسو څنګه د اوسنۍ زمانې په حالت نۀ پوهېږئ؟</verse>
				<verse number="57">نو تاسو بيا په خپله سمې فېصلې ولې نۀ شئ کولے؟</verse>
				<verse number="58">کله چې تاسو د خپل مخالف سره عدالت ته په لار روان يئ نو دا کوشش کوئ چې په لاره کښې د هغۀ سره روغه جوړه وکړئ. ګنې هغه به تاسو قاضى ته پېش کړى او قاضى به تاسو سپاهى ته حواله کړى او سپاهى به مو جيل کښې واچوى.</verse>
				<verse number="59">زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغې آزاد نۀ شئ ترڅو چې مو خپله جرمانه پېسه پېسه ادا کړې نۀ وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">هم په دغه وخت کښې ځينې کسانو عيسىٰ د هغه ګليليانو په حقله خبر کړو چې پيلاطوس هغوئ د خُدائ په کور کښې ووژل کله چې هغوئ قربانى کوله.</verse>
				<verse number="2">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ستاسو څۀ خيال دے چې په کومو ګليليانو چې دا زياتے وشو، هغوئ د نورو ګليليانو نه زيات ګناه ګار وُو څۀ؟</verse>
				<verse number="3">بلکل نه، زۀ تاسو ته وايم چې، خو کۀ تاسو هم توبه ګار نۀ شئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ.</verse>
				<verse number="4">يا هغه اتلس کسان چې په سيلوم کښې پرې برج راونړېدو او دوئ ترې لاندې مړۀ شول، ستاسو دا خيال دے چې هغوئ په يروشلم کښې د اوسېدونکو ټولو خلقو نه زيات ګناه ګار وُو؟</verse>
				<verse number="5">بلکل نه، زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ تاسو توبه ګار نۀ شوئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ.“</verse>
				<verse number="6">بيا عيسىٰ دا مِثال وفرمائيلو چې، ”د يو سړى په باغ کښې د اينځر ونه ولاړه وه. نو هغه مېوې لټولو له ورغلو خو هيڅ يې په کښې پېدا نۀ کړل.</verse>
				<verse number="7">نو هغۀ باغوان ته ووئيل، ګوره، د تېرو درېو کالو راسې زۀ په دې اينځر کښې د مېوې لټولو په طمع راځم خو هيڅ مېوه په کښې نۀ وى. نو بس دا د بېخه وباسه. دې هسې ځائ نيولے دے؟</verse>
				<verse number="8">خو باغوان جواب ورکړو، صاحبه، سږ کال يې پرېږده، مۀ يې وباسه چې زۀ ورته ځائ جوړ کړم او سَره ورله ورکړم.</verse>
				<verse number="9">کۀ په راتلونکى موسم کښې يې مېوه ونيوله نو ډېر ښۀ، ګنې بيا يې د بېخه وباسه.“</verse>
				<verse number="10">د سبت په ورځ عيسىٰ په يوه عبادتخانه کښې تعليم ورکولو.</verse>
				<verse number="11">نو يوه ښځه وه چې د اتلسو کالو راسې پيريانو نيولې وه او بې‌حاله کړې يې وه او ملا يې ورله داسې کږه کړې وه چې هيڅکله نېغه نۀ شوه ودرېدلے.</verse>
				<verse number="12">کله چې عيسىٰ هغه وليده نو راوې بلله او ورته يې وفرمائيل، ”اے مورې، تۀ د خپل تکليف نه آزاده شوې.“</verse>
				<verse number="13">او بيا يې خپل لاسونه په هغې کېښودل، نو بيا سمدستى هغه نېغه ودرېده او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.</verse>
				<verse number="14">خو د عبادتخانې مشر د سبت په ورځ د عيسىٰ د روغولو په عمل ډېر خفه شو او موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”د کار دپاره شپږ ورځې مقرر شوې دى. په هغو ورځو کښې د شفا حاصلولو دپاره راځئ خو د سبت په ورځ مۀ راځئ.“</verse>
				<verse number="15">خو مالِک هغۀ ته جواب ورکړو او وې فرمائيل، ”اے مُنافقانو، په تاسو کښې يو کس هم داسې شته څوک چې د سبت په ورځ خپل غوائى يا خر د اخور نه نۀ پرانيزى او اوبو له يې نۀ بوځى.</verse>
				<verse number="16">او دلته دا مور د اِبراهيم لور ده چې د اتلسو کالو راسې شېطان قېد کړې وه ولې دا ښۀ خبره نۀ ده چې د سبت په ورځ هغه د دې قېد نه آزاده شى؟“</verse>
				<verse number="17">د هغۀ په دې وينا د هغۀ ټول مخالفين شرمنده شول او خلقو د دۀ په دې عجيبه کارونو کولو ډېره خوشحالى وکړه.</verse>
				<verse number="18">بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهى په څۀ شان ده؟ زۀ د خُدائ بادشاهى د څۀ سره بيان کړم؟</verse>
				<verse number="19">دا د شړشمو د هغه تخم په شان ده چې يو سړى راواخستو او په خپل باغ کښې يې وکَرلو او چې شړشم راوټوکېدل نو لکه د ونې په رنګ لوئ شول نو مارغان راتلل او په څانګو کښې به يې جالې جوړولې.“</verse>
				<verse number="20">هغۀ بيا دا وفرمائيل، ”زۀ د خُدائ پاک بادشاهى د څۀ سره بيان کړم؟</verse>
				<verse number="21">دا د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شول.“</verse>
				<verse number="22">کله چې عيسىٰ يروشلم ته تلو نو په کلو او ښاريو تېرېدو او په تلو تلو کښې يې خلقو ته ځائ په ځائ تعليم ورکولو.</verse>
				<verse number="23">يو کس ترېنه تپوس وکړو، ”مالِکه، ولې صرف يو څو تنه به بچ شى؟“ نو هغۀ ورته په جواب کښې وفرمائيل،</verse>
				<verse number="24">”کوشش وکړئ چې په تنګه دروازه ورداخل شئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې ډېر به د داخلېدو کوشش کوى خو داخلېدلے به نۀ شى.</verse>
				<verse number="25">خو چې کله د کور مالِک راپاڅى او د خپل کور دروازه بنده کړى کۀ تاسو بهر ولاړ يئ او دروازه ټکوئ او مِنت کوئ چې مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. خو هغه به جواب درکړى چې زۀ خو تاسو نۀ پېژنم چې تاسو څوک يئ.</verse>
				<verse number="26">نو بيا به تاسو داسې وايئ چې، مونږ خو تا سره يو ځائ خوړل څښل کړى دى او تا زمونږ په کوڅو کښې تعليم ورکولو.</verse>
				<verse number="27">خو هغه به بيا درته داسې ووائى چې، زۀ خو تاسو د سره نۀ پېژنم چې د کوم ځائ نه راغلى يئ. تاسو ټول بدکاران زما نه ورک شئ.</verse>
				<verse number="28">بيا به هلته تاسو ووينئ چې اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او نور ټول پېغمبران د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې دى خو تاسو به هغه ځائ ته غورزولے شئ چرته چې ژړا وير او د غاښونو چيچل وى،</verse>
				<verse number="29">د دُنيا د هر ګوټ نه به خلق د خُدائ پاک د بادشاهۍ مېلمستيا ته راځى.</verse>
				<verse number="30">بې‌شکه يو څو کسان چې په کښې آخر دى، هغوئ به د ټولو نه اول شى او يو څو کسان چې اول دى هغوئ به د ټولو نه آخر شى.“</verse>
				<verse number="31">په هم دغه وخت يو څو فريسيان راغلل او عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”تۀ د دې ځايه ووځه او لاړ شه ځکه چې هيروديس ستا د وژلو نيت کړے دے.“</verse>
				<verse number="32">خو هغۀ جواب ورکړو، ”لاړ شئ او هغه ګيدړ ته ووايئ چې واوره. نن او سبا به زۀ پيريان وباسم او د شفا ورکولو کار به جارى ساتم او په درېمه ورځ به خپل کار سر ته ورسوم.</verse>
				<verse number="33">بيا هم ما ته پکار دى چې زۀ نن او سبا په خپله لاره تلل وکړم او په بله ورځ هم، ځکه چې د نبى دپاره دا ناممکنه ده چې هغه دې د يروشلم نه بغېر په بل ځائ کښې مړ شى.</verse>
				<verse number="34">اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.</verse>
				<verse number="35">وګوره، ستا کور تا ته وران ويجاړ پاتې کيږى او زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به ما تر هغې په سترګو ونۀ وينې ترڅو چې تۀ دا ونۀ وائې چې، بختور دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">د سبت په ورځ عيسىٰ د يو مشر فريسى په کور کښې روټۍ خوړلو له ورغلو او د خلقو په هغۀ نظر وُو.</verse>
				<verse number="2">هلته يو سړے وو چې ورته د پړسوب بيمارى لګېدلې وه.</verse>
				<verse number="3">عيسىٰ د شرعې د عالمانو او فريسيانو نه تپوس وکړو چې، ”د سبت په ورځ خلقو له شفا ورکول روا دى او کۀ نه؟“</verse>
				<verse number="4">هغوئ لاجوابه پاتې شُو نو عيسىٰ هغه سړے د لاسه ونيولو او شفا يې ورکړه او رُخصت يې کړو.</verse>
				<verse number="5">بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ چرې د سبت په ورځ ستاسو زوئ يا څاروے په کوهى کښې پرېوځى، ولې تاسو به هغه سمدستى راونۀ باسئ؟“</verse>
				<verse number="6">نو د هغوئ سره د دې خبرې هيڅ جواب نۀ وو.</verse>
				<verse number="7">کله چې عيسىٰ دا وکتل چې مېلمنو څنګه د عزت ځايونه کتل نو هغۀ هغوئ ته دا مِثال تير کړو،</verse>
				<verse number="8">”کله چې تاسو څوک د وادۀ روټۍ ته وغواړى نو د عزت په ځائ مۀ کښېنئ. کېدے شى چې ستاسو نه څوک زيات عزتمند رابللے شوے وى.</verse>
				<verse number="9">نو کوربه به راشى او تاسو ته به ووائى چې دې سړى ته خپل ځائ پرېږده او بيا به تۀ په هغه وخت ډېر کچه شې کله چې تۀ د ټولو نه وروستو کښېنې.</verse>
				<verse number="10">کله چې تا ته بلنه درکړے شى نو لاړ شه او د ټولو نه وروستو کښېنه ځکه چې کله چې کوربه راشى نو هغه به درته ووائى، زما آشنا، وړاندې راشه. نو ستا ټول ملګرى مېلمانۀ به ستا د هغه عزت تماشه وکړى، کوم چې تا ته درکړے شو.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې هر هغه څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او هر هغه څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت شى.“</verse>
				<verse number="12">بيا عيسىٰ خپل کوربه ته وفرمائيل، ”هر کله چې تۀ د غرمې يا ماښام د روټۍ دپاره څوک راغواړې نو خپلو دوستانو، وروڼو، عزيزانو او اميرانو ګاونډيانو ته بلنه مۀ ورکوه ځکه چې هغوئ به هم تا ته بلنه درکړى او بدل به دې خلاص کړى.</verse>
				<verse number="13">خو هر کله چې تۀ دعوت کوې نو غريبانان، شل ګوډ او ړاندۀ راوبله،</verse>
				<verse number="14">او دغه شان به تاسو برکت ومومئ ځکه چې هغوئ تاسو ته د بدل درکولو جوګه نۀ دى، خو د قيامت په ورځ به خُدائ پاک تاسو له د صادقانو سره اجر درکړى.“</verse>
				<verse number="15">په دې خلقو کښې يو کس چې د عيسىٰ سره روټۍ ته ناست وو نو په دې خبرې اورېدو سره يې هغۀ ته ووئيل، ”بختور دى هغه څوک چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په مېلمستيا کښې ګډون وکړى.“</verse>
				<verse number="16">عيسىٰ جواب ورکړو، ”يو سړى د يوې لوئ مېلمستيا بندوبست کړے وو او ګڼ خلق يې رابللى وُو.</verse>
				<verse number="17">د روټۍ په وخت هغۀ خپل نوکر رابللے شوو مېلمنو پسې ولېږلو او ورته يې ووئيل چې مهربانى وکړئ، روټۍ تياره ده راشئ.</verse>
				<verse number="18">خو هغوئ ټولو څۀ نه څۀ بهانه وکړه. وړومبى ووئيل، ما يوه ټوټه زمکه اخستې ده، زۀ ځم چې هغه وګورم. نو مهربانى وکړه زما عُذر قبول کړه.</verse>
				<verse number="19">دوېم ووئيل چې، ما پينځۀ قلبې غوَيان اخستى دى، زۀ ځم چې هغوئ جوت کړم. نو مهربانى وکړه، زما عُذر قبول کړه.</verse>
				<verse number="20">بل ووئيل، ما اوس اوس وادۀ کړے دے، په دې وجه درتلے نۀ شم.</verse>
				<verse number="21">کله چې نوکر واپس شو نو دا هر څۀ يې خپل مالِک ته ووئيل. د کور مالِک په غصه شو او نوکر ته يې ووئيل چې زر د ښار کوڅو او بازارونو ته لاړ شه خواران، شل ګوډ او ړاندۀ راټول کړه او دلته يې راوله.</verse>
				<verse number="22">نوکر ووئيل، صاحبه، ستا حکم په ځائ کړے شو خو بيا هم ځائ شته.</verse>
				<verse number="23">نو مالِک ورته ووئيل چې لاړ شه او لويو لارو کوڅو ته ووځه او خلق په مِنت سره راوله چې زما کور د دوئ نه ډک شى.</verse>
				<verse number="24">خو دا درته وايم څوک چې اول رابللے شوى وُو په هغوئ کښې به يو تن هم دا روټۍ ونۀ څکى.“</verse>
				<verse number="25">اوس چې يوه لويه ګڼه د عيسىٰ سره جوړه شوې وه، هغۀ هغوئ ته مخ راواړولو او ورته يې وفرمائيل،</verse>
				<verse number="26">”هغه څوک چې زما مريد جوړېدل غواړى نو کۀ هغه د خپل مور، پلار، ښځې، بچو، وروڼو، خوېندو او د خپل ځان نه زړۀ صبر نۀ کړى نو هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="27">او کوم سړے چې خپله سولۍ په خپله نۀ پورته کوى او په ما پسې نۀ راځى، هغه زما مريد جوړېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="28">ولې په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه يو برج جوړول غواړى او د مخکښې نه به د خرچې اندازه ونۀ لګوى چې په هغې يې سر ته رسولے شى او کۀ نه؟</verse>
				<verse number="29">ګنې کۀ چرې هغۀ د دې بنيادونه اېښى وى او بيا يې سر ته نۀ شى رسولے نو ټول ليدونکى به ورپورې خندا ګانې کوى.</verse>
				<verse number="30">هغوئ به وائى چې دۀ ته ګورئ چې کار يې شروع کړو او سر ته يې ونۀ رسولو.</verse>
				<verse number="31">يا کوم بادشاه به داسې وى چې هغه به د بل بادشاه سره د جنګېدو نه وړاندې دا اندازه نۀ لګوى چې د لسو زرو کسانو سره زۀ د هغه بادشاه مقابله کولے شم څوک چې د شلو زرو کسانو سره په ما حمله کوى؟</verse>
				<verse number="32">او کۀ هغه نۀ شى کولے نو د حملې کولو نه وړاندې به هغه خپله جرګه هغۀ ته ورولېږى او د صُلح د شرطُونو به ورنه خواست وکړى.</verse>
				<verse number="33">هم دغه شان تاسو کښې يو کس هم تر هغې زما مريد کېدے نۀ شى ترڅو چې هغۀ خپل ټول مال دولت ته شا کړې نۀ وى.</verse>
				<verse number="34">مالګه ښۀ څيز دے، خو کۀ مالګه بې‌خونده شى، نو بيا به څنګه مالګينه شى؟</verse>
				<verse number="35">بيا دا نۀ په زمکه او نۀ په ډيران پکاريږى، دا بس د عبث غورزولو ده. کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغوئ دې واورى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">ټول محصولچيان او نور بدکاره خلق راغونډ وُو چې د عيسىٰ خبرې واورى.</verse>
				<verse number="2">خو فريسيانو او د شرعې عالمانو په خپلو کښې غورېدل شروع کړل او داسې لګيا وُو، ”ګورئ دا سړے خو ګناهګارانو ته هرکلے وائى او ورسره خوراک هم کوى.“</verse>
				<verse number="3">نو عيسىٰ ورته دا مِثال تير کړو،</verse>
				<verse number="4">”کۀ چرې په تاسو کښې د يو تن سل ګډې وى او يوه ترېنه ورکه شى نو ولې هغه به دغه نورې يو کم سل تر هغې په تش مېدان پرې نۀ ږدى ترڅو چې يې هغه ورکه شوې موندلې نۀ وى؟</verse>
				<verse number="5">کله چې يې ومومى نو هغه به دا اوږو ته پورته کړى او خوشحالى به وکړى،</verse>
				<verse number="6">او کله چې هغه کور ته واپس شى نو خپلو دوستانو او ګاونډيانو له به دعوت ورکړى او ورته به ووائى، ما سره زما په خوشحالۍ کښې شريک شئ. ځکه چې ما خپله ورکه شوې ګډه بيا وموندله.</verse>
				<verse number="7">دغه شان زۀ تاسو ته وايم چې په آسمان کښې هم دا رنګ د يو ګناه ګار په توبه ګار کېدو بې‌حسابه خوشحالى کيږى، په نسبت د هغه يو کم سلو صادقانو چې د توبې حاجت نۀ لرى.</verse>
				<verse number="8">يا دا چې کۀ د يوې ښځې سره لس د سپينو زرو سيکې وى او يوه ترېنه ورکه شى. ولې هغه به ډيوه نۀ بلوى، کور به نۀ جارُو کوى او د کور ګوټ ګوټ به تر هغې نۀ لټوى ترڅو چې يې هغه موندلې نۀ وى؟</verse>
				<verse number="9">نو کله چې يې ومومى نو هغه به خپلې ملګرې او ګاونډيانې راوبلى او ورته به ووائى چې ما سره خوشحالى وکړئ ځکه چې ما خپله ورکه شوې سيکه بيا وموندله.</verse>
				<verse number="10">زۀ تاسو ته وايم چې د يو ګناه ګار په توبه کولو د خُدائ پاک په فرښتو کښې هم دغه شان خوشحالى کيږى.“</verse>
				<verse number="11">عيسىٰ بيا وفرمائيل چې، ”د يو سړى دوه زامن وُو.</verse>
				<verse number="12">نو کشر خپل پلار ته ووئيل، پلاره، زما برخه جائيداد ما له راکړه. نو پلار خپل جائيداد په هغوئ تقسيم کړو.</verse>
				<verse number="13">لږه موده پس هغه کشر زوئ خپل ټول جائيداد خرڅ کړو، پېسې يې پرې نغدې کړې او چرته لرې مُلک ته لاړو او هلته يې خپل مال په بدچلنۍ دوړه کړو،</verse>
				<verse number="14">کله چې هغۀ هر څۀ خرچ کړل نو په هغه مُلک کښې سخت قحط راغلو او هغه ضرورتمند شو،</verse>
				<verse number="15">نو بيا هغه په هم هغه مُلک کښې د يو زميندار سره نوکر شو نو زميندار هغه خپلو پټو ته ولېږلو چې خنزيرانو له د خوراک بندوبست وکړى.</verse>
				<verse number="16">د هغۀ ډېر زړۀ کېدو چې د هغه پوستکو نه ګېډه ډکه کړى کوم چې به خنزيرانو خوړل خو دۀ ته د دې اجازت نۀ وُو.</verse>
				<verse number="17">خو کله چې د هغۀ عقل سر ته راغلو نو وې وئيل، زما د پلار ټولو نوکرانو سره د خپل ضرورت نه زيات خوراک شته او زۀ دلته د لوږې مرم.</verse>
				<verse number="18">زۀ به لاړ شم خپل پلار ته به ووايم چې، پلاره، ما د خُدائ پاک او ستا خلاف ګناه کړې ده.</verse>
				<verse number="19">نور زۀ د دې قابل نۀ يم چې زۀ ستا زوئ وګڼلے شم، نو ما خپل ځان سره نوکر کړه.</verse>
				<verse number="20">نو په دې نيت هغه پاڅېدو او د خپل پلار کور طرف ته روان شو. خو هغه لا ډېر لرې وو چې د پلار پرې نظر شو نو زړۀ يې پرې درد وکړو او ورمنډه يې کړه او ورترغاړه وتو او ښکل يې کړو.</verse>
				<verse number="21">خو زوئ ووئيل، پلاره، ما د خُدائ پاک او ستا خلاف ګناه کړې ده. د دې نه پس زۀ ستا د زوئ وئيلو قابل نۀ يم.</verse>
				<verse number="22">خو پلار يې خپلو نوکرانو ته ووئيل، زر شئ. زما د ټولو نه ښۀ چُوغه راوړئ او دۀ ته يې ورواغوندئ او ګوته ورپه لاس کړئ او څپلۍ ورپه پښو کړئ.</verse>
				<verse number="23">زمونږ هغه ښُکلے او څورب سخے راولئ او حلال يې کړئ او راځئ چې په شريکه خوشحالى وکړُو.</verse>
				<verse number="24">ځکه چې زما دا مړ زوئ بيا راژوندے شو، دے خو ورک شوے وو او بيا وموندے شو. او دغه شان هغوئ خوشحالى شروع کړه.</verse>
				<verse number="25">نو په هم دې وخت کښې مشر زوئ يې په پټو کښې کار کولو کله چې کور ته واپس راروان شو نو په لار کښې د ساز او ګډا آوازونه د هغۀ تر غوږه شُو.</verse>
				<verse number="26">هغۀ د خپل يو نوکر نه تپوس وکړو چې دا څۀ مېله ده؟</verse>
				<verse number="27">نوکر ورته ووئيل، ستا ورور خپل کور ته راواپس شوے دے او ستا پلار هغۀ ته ښکلے سخے حلال کړو ځکه چې هغه يې روغ رمټ بيا موندلو.</verse>
				<verse number="28">خو مشر زوئ يې غصه شو او کور ته د ننوتو نه يې اِنکار وکړو. د هغۀ پلار بهر راغلو او ورته يې مِنت زارى وکړه چې دننه راځه.</verse>
				<verse number="29">خو هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، دا دومره کالونه ما ستا لکه د غلام په شان تابعدارى کړې ده او کله مې هم ستا د حُکم نه مخ نۀ دے اړولے او تا ما له يو چېلے هم نۀ دے راکړے چې ما پرې خپلو دوستانو ته مېلمستيا کړے وے.</verse>
				<verse number="30">خو چې اوس ستا دا زوئ راغلو چې ستا مال يې په کنجرو والوځولو نو تا هغۀ ته ښکلے سخے حلال کړو.</verse>
				<verse number="31">نو پلار يې په جواب کښې ورته ووئيل، زما زويه، تۀ خو مدام ما سره يې او څۀ چې زما دى هغه ټول ستا دى.</verse>
				<verse number="32">نو مونږ ته ځکه خوشحالى او جشن کول په کار دى چې ستا دا مړ ورور اوس بيا راژوندے شو، دے خو ورک وو او مونږ بيا وموندلو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”يو دولتمند سړى ته د هغۀ د ناظر په سر چا شکايت وکړو چې هغه ستا مال الوځوى.</verse>
				<verse number="2">نو هغۀ هغه راوبللو او ورته يې ووئيل، دا ستا په حقله زۀ څۀ خبرې اورم؟ خپل حساب کِتاب راوړه ځکه چې د دې نه پس به تۀ زما ناظر نۀ يې.</verse>
				<verse number="3">ناظر د ځان سره ووئيل، زما دا نېک چې مې د نوکرۍ نه وباسى نو اوس به زۀ څۀ کوم؟ زۀ خو دومره تکړه نۀ يم چې خټې لوټې وکړم او په خير غوښتلو هم شرمېږم.</verse>
				<verse number="4">نو بيا اوس زۀ په دې پوهېږم چې څۀ وکړم. چې کله مې دے د نوکرۍ نه وباسى نو زما ډېر دوستان به زما مدد ته تيار وى.</verse>
				<verse number="5">هغۀ د خپل مالِک قرضدارى ځان ځان له راوبلل او اول کس ته يې ووئيل چې زما د مالِک په تا څومره قرض دے؟</verse>
				<verse number="6">هغۀ جواب ورکړو، د زيتُونو تېل تقريباً درې زره ليټره. هغۀ ورته ووئيل چې خپل بِل دې واخله او زر کښېنه او څلور سوه يې وليکه.</verse>
				<verse number="7">بيا يې بل ته ووئيل، او په تا څومره قرض پاتې دے؟ هغۀ ورته ووئيل، سل بورۍ غنم. هغۀ ورته ووئيل، خپل بِل دې واخله او اتيا بورۍ وليکه.</verse>
				<verse number="8">او مالِک د خپل بې‌ايمانه ناظر د دې هوښيارتيا ستائينه وکړه، ځکه چې د دې پيړۍ خلق په خپلو کښې په لېن دېن کولو کښې د ايماندارانو نه زيات هوښيار دى.</verse>
				<verse number="9">نو ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د دُنيا په مال دولت خپل ځان له دوستان جوړ کړئ نو چې کله مال دولت درنه لاړ شى نو دا خلق به تاسو په ابدى کور کښې قبول کړى.</verse>
				<verse number="10">کوم سړے چې په لږ کار کښې ديانتداره وى، هغه به په غټ کار کښې هم ديانتداره وى او کوم سړے چې په لږ کښې بدديانته وى، هغه به په ډېرو کښې هم بدديانته وى.</verse>
				<verse number="11">نو کۀ چرې تاسو ځان د دې دُنيا په دولت کښې ديانتداره ثابت نۀ کړو نو په حقيقى دولت کښې به په تاسو باندې څوک اِعتبار وکړى؟</verse>
				<verse number="12">او کۀ چرې تاسو په پردى مال دولت کښې ځان بدديانته ثابت کړے وى نو بيا به داسې څوک وى چې تاسو له به خپل مال دولت درکړى؟</verse>
				<verse number="13">يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے، ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.“</verse>
				<verse number="14">او فريسيان څوک چې په مال مئين وُو هغوئ چې دا خبرې واورېدلې نو په عيسىٰ پورې يې خندا وکړه.</verse>
				<verse number="15">عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هم تاسو خلق خپل اولس په دې دوکه کوئ چې ګنې تاسو صادقان يئ خو خُدائ پاک ستاسو زړونه پېژنى. ځکه چې کوم څيزونه چې د خلقو په نظر کښې د صِفت وى، هغه د خُدائ پاک په نظر کښې پليت وى.</verse>
				<verse number="16">د يحيىٰ تر وخته د شريعت او نبيانو سلسله جارى وه. د دې نه پس د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان اورولے شو نو د هر چا زړۀ وو چې په هغې کښې داخل شى.</verse>
				<verse number="17">د زمکې او آسمان ختمېدل د شريعت نه د يو حرف يا زبر قدرې ورانولو په نسبت آسان کار دے.</verse>
				<verse number="18">کوم سړے چې خپله ښځه طلاقه کړى او د بلې سره وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى او هغه سړے څوک چې د طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى نو هغه هم زنا کوى.</verse>
				<verse number="19">يو مالداره سړے وو چې کاسنى او د نرم کتان جامې يې اچولې او هره ورځ به يې ډېر په شان شوکت خلقو له دعوتونه ورکول.</verse>
				<verse number="20">او يو عاجز سړے چې نوم يې لعزر وو او په وجود يې ډيرې دانې راختلې وې، د هغۀ په دروازه کښې پروت وو.</verse>
				<verse number="21">او هغه به د هغه ټوکړو خوړلو په طمع وو کومې به چې د دې مالداره سړى دسترخوان نه پاتې شوې وې، بلکې سپى به هم راتلل او د هغۀ زخمونه به يې څټل.</verse>
				<verse number="22">آخر يوه ورځ هغه عاجز سړے مړ شو او فرښتو يوړو او د اِبراهيم په غېږ کښې يې واچولو. هغه مالداره سړے هم مړ شو او ښخ کړے شو،</verse>
				<verse number="23">او په عالمِ ارواح کښې چرته چې هغه په عذاب وو، هغۀ چې پورته وکتل نو لرې يې لعزر د اِبراهيم په غېږ کښې وليدلو.</verse>
				<verse number="24">هغۀ چغې کړې، اے پلاره، اِبراهيمه. په ما رحم وکړه. دا لعزر راولېږه چې خپل د ګوتې سر په اوبو کښې لوند کړى چې زما ژبه پرې يخه کړى ځکه چې زۀ په دې اور کښې ډېر په عذاب يم.</verse>
				<verse number="25">خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې، هغه وخت ياد کړه زويه. په دُنيا کښې ټول نعمتونه ستا په نصيب وُو او ټولې بدبختۍ د لعزر په نصيب وې. اوس هغه دلته په آرام دے او تۀ په عذاب کښې يې.</verse>
				<verse number="26">خو بله خبره دا ده چې زمونږ او ستا تر مينځه يوه لويه کنده ده چې د هغې نه نۀ څوک پورې وتلے شى او نۀ ترېنه څوک دېخوا راتلے شى.</verse>
				<verse number="27">مالداره سړى جواب ورکړو چې بيا نو پلاره، زۀ درته زارى مِنت کوم چې تۀ دے زمونږ کور ته ولېږه</verse>
				<verse number="28">چرته چې زما پينځۀ وروڼه دى چې هغوئ خبرداره کړى، هسې نه چې هغوئ هم په دې عذاب کښې ګېر شى.</verse>
				<verse number="29">خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې د هغوئ سره موسىٰ او نور نبيان شته، په کار دى چې دوئ هغوئ ته غوږ ونيسى.</verse>
				<verse number="30">خو هغۀ جواب ورکړو چې، نه، پلاره اِبراهيمه. کۀ د مړو نه څوک هغوئ ته لاړ شى نو هغوئ به هله توبه ګار شى.</verse>
				<verse number="31">اِبراهيم جواب ورکړو، کۀ چرې هغوئ د موسىٰ او د نورو نبيانو خبرو ته غوږ نۀ ږدى نو کۀ څوک د قبر نه ورپاڅى هم نو هغوئ به پرې باور ونۀ کړى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”تيندکونه به خامخا راځى خو چې د چا د لاسه دا راځى، د هغوئ په حال افسوس دے.</verse>
				<verse number="2">د هغۀ دپاره به دا ښۀ وى چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په درياب کښې وغورزولے شى، په ځائ د دې چې په دې وړو کښې يو له هم تيندک ورکړى.</verse>
				<verse number="3">خبردار اوسئ. کۀ چرې ستاسو ورور څۀ ګناه وکړى نو وې رټئ او کۀ هغه پښېمانه شى نو وې بخښئ.</verse>
				<verse number="4">او کۀ چرې هم هغه په ورځ کښې اووۀ ځله ستا خلاف ګناه وکړى او بيا اووۀ ځله درله راشى او داسې ووائى چې زۀ توبه کوم نو تۀ يې معاف کړه.“</verse>
				<verse number="5">مريدانو مالِک ته ووئيل چې، ”زمونږ ايمان قوى کړه.“</verse>
				<verse number="6">نو مالِک ورته جواب ورکړو، ”کۀ چرې ستاسو ايمان د شړشمو د دانې هومره هم وى نو کۀ تاسو د تُوت دې ونې ته ووايئ چې د بېخه ووځه او په سمندر کښې لاهو شه، نو دا به ستاسو حُکم ومنى.</verse>
				<verse number="7">کۀ چرې د يو کس نوکر د يوې او ګډو څرولو نه راواپس شى، نو ولې د هغۀ نېک به ورته دا وائى چې زر راشه او ما سره روټۍ ته کښېنه؟</verse>
				<verse number="8">نه، هغه به ورته دا وائى چې زما روټۍ تياره کړه، ملا تړلے ودرېږه او زما خِدمت کوه. او تۀ به زما نه وروستو روټۍ وخورې.</verse>
				<verse number="9">ولې هغه به د هغه نوکر شُکر ګزارى ونۀ کړى چې د دۀ حکم يې منلے وو؟</verse>
				<verse number="10">دغه شان کله چې تاسو هغه هر څۀ چې تاسو ته يې حکم شوے دے پوره کړئ نو بيا تاسو ته داسې وئيل په کار دى چې مونږ د تعريف قابل نوکران نۀ يُو خو مونږ صرف خپل فرض پوره کړو.“</verse>
				<verse number="11">کله چې عيسىٰ يروشلم ته روان وو نو هغه د سامريه او د ګليل تر مينځه تېرېدلو.</verse>
				<verse number="12">کله چې هغه يو کلى ته ورسېدو نو لس جذاميان يې هلته وليدل. هغوئ په څۀ فاصله کښې ولاړ وُو،</verse>
				<verse number="13">او عيسىٰ ته يې نعرې کړې، ”اے مالِکه، په مونږ رحم وکړه.“</verse>
				<verse number="14">هر کله چې هغۀ هغوئ وليدل نو ورته يې وفرمائيل، ”لاړ شئ او خپل ځانونه اِمامانو ته وښايئ.“ او کله چې هغوئ لا په لاره روان وُو نو هغوئ پاک کړے شول.</verse>
				<verse number="15">نو په هغوئ کښې چې يو تن خپل ځان روغ وليدلو نو واپس شو او په چغو چغو يې د خُدائ پاک ثناء ووئيله.</verse>
				<verse number="16">هغه د عيسىٰ په پښو کښې پرېوتو او د هغۀ شکريه يې ادا کړه. او هغه يو سامرى وو.</verse>
				<verse number="17">بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”ولې لس واړه پاک نۀ کړے شوئ؟ نو هغه نور نهۀ څۀ شول؟</verse>
				<verse number="18">بې له دې يو مسافر نه بل يو هم داسې نۀ وو چې واپس راغلے وے او د خُدائ پاک ثناء يې وئيلے وے؟“</verse>
				<verse number="19">او عيسىٰ هغه سړى ته وفرمائيل، ”پاڅه او لاړ شه، خپل ايمان تۀ جوړ کړې.“</verse>
				<verse number="20">فريسيانو د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”د خُدائ پاک بادشاهى به کله راځى؟“ هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو د نښو په ليدلو دا نۀ شئ وئيلے چې د خُدائ پاک بادشاهى به کله راځى.</verse>
				<verse number="21">نۀ څوک داسې وئيلے شى چې ګورئ هغه دلته ده. يا هلته ده. ځکه چې په حقيقت کښې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.“</verse>
				<verse number="22">بيا عيسىٰ مريدانو ته وفرمائيل چې، ”داسې وخت به راشى چې تاسو به د اِبن آدم د راتلو په طمع يئ خو تاسو به يې ليدلے نۀ شئ.</verse>
				<verse number="23">خلق به تاسو ته وائى چې ګورئ هغه هلته دے يا دلته دے، خو هلته مۀ ځئ او مۀ هغوئ پسې منډې وهئ.</verse>
				<verse number="24">لکه څنګه چې برېښنا د آسمان د يو سر نه تر بله سره پورې رسى، دغه شان به د اِبن آدم راتلل وى.</verse>
				<verse number="25">خو اول به هغه خامخا ډېر مصيبت وزغمى او دا پيړۍ به يې رد کړى</verse>
				<verse number="26">لکه څنګه چې د نوح په زمانه کښې شوى وُو، هم هغه شان به د اِبن آدم د راتلو په ورځو کښې وشى.</verse>
				<verse number="27">هغوئ تر هغې ورځې پورې خوړل څښل او ودونه يې کول ترڅو چې نوح خپلې کشتۍ ته ننوتو او سېلاب راغلو او هغوئ ټول يې غرق کړل.</verse>
				<verse number="28">او لکه څنګه چې د لوط په زمانه کښې شوى وُو هغوئ هم خوړل څښل او سوداګرى يې کوله او بوټى يې کَرل او ودانۍ يې کولې.</verse>
				<verse number="29">خو په کومه ورځ چې لوط د سدوم نه ووتلو نو د آسمان نه اور او ګوګړ ورېدل شروع شول او دوئ يې ټول تباه کړل.</verse>
				<verse number="30">دغه شان به د اِبن آدم د راتلو په ورځ هم وى.</verse>
				<verse number="31">په هغه ورځ هر څوک چې د چت دپاسه وى او سامان يې ښکته وى نو هغه دې د سامان اوچتولو دپاره هيڅکله هم ښکته نۀ راکوزيږى او هم دغه شان څوک چې په پټى کښې وى هغه دې کور ته نۀ واپس کيږى.</verse>
				<verse number="32">د لوط ښځه راياده کړئ.</verse>
				<verse number="33">څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې ځان بائيلى، هغه به يې وساتى.</verse>
				<verse number="34">زۀ تاسو ته وايم چې په هغه شپه به په يو کټ کښې دوه کسان وى، يو به واخستلے شى او بل به پرېښودلے شى.</verse>
				<verse number="35">او دوه ښځې به يو ځائ مېچن کوى، يوه به واخستلے شى او بله به پرېښودلے شى.</verse>
				<verse number="36">دوه سړى به په پټى کښې وى، يو به واخستلے شى او بل به پرېښودلے شى.“</verse>
				<verse number="37">هغوئ چې دا واورېدل نو تپوس يې وکړو، ”دا به چرته وى مالِکه؟“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”چرته چې مرداره وى هلته به ټپوسان راټوليږى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">بيا عيسىٰ مريدانو ته يو مِثال ووئيلو، او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى.</verse>
				<verse number="2">نو هغۀ وفرمائيل چې، ”په يو ښار کښې يو قاضى وو چې نۀ ورسره د خُدائ پاک يره وه او نۀ يې د خلقو پرواه کوله.</verse>
				<verse number="3">او هم په دغه ښار کښې يوه کونډه وه چې هغه به بيا بيا هغۀ له راتله او ورته به يې وئيل چې زما د مخالفينو او زما تر مينځه اِنصاف وکړه.</verse>
				<verse number="4">ډېره موده هغۀ اِنکار کولو خو آخر يې په زړۀ کښې ووئيل، حقه خو دا ده چې زۀ نۀ خو د خُدائ پاک نه يرېږم او نۀ د خلقو پرواه کوم،</verse>
				<verse number="5">خو اوس دا کونډه زما دپاره داسې بلا جوړه شوې ده او زۀ به د دې حق دې له ورکړم، هسې نۀ چې په بار بار راتلو ما تر پوزې راولى.“</verse>
				<verse number="6">بيا مالِک عيسىٰ وفرمائيل، ”تاسو دې بې‌اِنصافه قاضى ته غوږ شئ چې دۀ څۀ ووئيل.</verse>
				<verse number="7">نو ولې خُدائ پاک به د خپلو غوره شوو دُعا نۀ اورى څوک چې ورته شپه او ورځ زارى او مِنت کوى؟ ولې هغه به د دوئ په مدد کولو کښې ډېر وخت ولګوى؟</verse>
				<verse number="8">زۀ تاسو ته وايم، هغه به ډېر زر د هغوئ سره اِنصاف وکړى. خو کله چې اِبن آدم دوباره راشى، نو ولې هغه به څوک ايماندار په زمکه پېدا کړى؟“</verse>
				<verse number="9">عيسىٰ هغه خلقو ته هم چې په خپل ځان يې باور کولو چې مونږ صادقان يُو او نور يې سپک ګڼل، دا مِثال ووئيلو،</verse>
				<verse number="10">”دوه سړى د دُعا دپاره د خُدائ کور ته لاړل، يو فريسى وو او بل محصولچى.</verse>
				<verse number="11">فريسى ودرېدو او داسې دُعا يې شروع کړه، اے خُدايه پاکه، ستا شُکر دے چې زۀ د نورو خلقو په شان نۀ خو دوکه مار، نۀ بې‌ايمانه، نۀ زناکار او نۀ لکه د هغه محصولچى په شان يم.</verse>
				<verse number="12">زۀ په هفته کښې دوه روژې نيسم او څۀ چې ګټم خُدائ پاک ته د هغې نه لسمه ورکوم.</verse>
				<verse number="13">خو محصولچى لرې ولاړ وو او پاس آسمان ته يې نۀ کتل او خپله سينه يې وهله او وئيل يې، اے خُدايه پاکه، په ما رحم وکړه، زۀ ستا ګناه ګار يم.</verse>
				<verse number="14">زۀ تاسو ته وايم چې هم دا سړے د هغه اولنى سړى نه زيات صادق کور ته واپس لاړو، ځکه هر څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.“</verse>
				<verse number="15">خلقو عيسىٰ له خپل ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى. کله چې مريدانو دوئ وليدل نو وې رټل.</verse>
				<verse number="16">خو عيسىٰ هغه ماشومان راوبلل او وې فرمائيل، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده.</verse>
				<verse number="17">زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې د خُدائ پاک بادشاهى لکه د ماشوم قبوله نۀ کړى، هغوئ به هيڅکله په دې کښې داخل نۀ شى.“</verse>
				<verse number="18">يو حاکِم د عيسىٰ نه دا تپوس وکړو، ”اے نېکه اُستاذه. داسې څۀ وکړم چې د تل ژوندون وارث شم؟“</verse>
				<verse number="19">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ما ته نېک ولې وائې؟ د خُدائ پاک نه بغېر بل هيڅوک نېک نشته.</verse>
				<verse number="20">تا ته د شريعت حُکمونه خو معلوم دى، زنا مۀ کوه، قتل مۀ کوه، غلا مۀ کوه، د دروغو ګواهى مۀ کوه او د خپل مور پلار عزت کوه.“</verse>
				<verse number="21">حاکِم جواب ورکړو چې، ”ما د ځوانۍ نه په دې هر څۀ عمل کړے دے.“</verse>
				<verse number="22">د دې په اورېدو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په تا کښې اوس هم د يو څيز کمے دے. لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او ما پسې شه.“</verse>
				<verse number="23">په دې خبرو د حاکِم زړۀ په ډوبېدو شو ځکه چې هغه ډېر مالداره سړے وو.</verse>
				<verse number="24">عيسىٰ چې د هغۀ حالات وليدل نو وې فرمائيل، ”د مالداره دپاره د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل څومره ګران کار دے.</verse>
				<verse number="25">د يو مالداره سړى په نسبت د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل د يو اوښ دپاره د ستنې په سورى کښې تېرېدل آسان دى.“</verse>
				<verse number="26">چا چې دا واورېدل نو تپوس يې وکړو، ”نو څوک به بيا خلاصون ومومى؟“</verse>
				<verse number="27">عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چې د بنى آدم دپاره ناممکنه وى هغه خُدائ پاک ته ممکن وى.“</verse>
				<verse number="28">پطروس ووئيل، ”وګوره مونږ خپل کورونه پرېښى دى چې په تاسو پسې روان شو.“</verse>
				<verse number="29">عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې چا چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ دپاره خپل کور، خپله ښځه، خپل وروڼه، خپل مور پلار او خپل بچى پرېښى دى</verse>
				<verse number="30">نو هغه به په دې دُنيا کښې په څو چنده ومومى او په آخر کښې به د تل ژوندون بيا مومى.“</verse>
				<verse number="31">عيسىٰ دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او د اِبن آدم په حق کښې هر څۀ چې د نبيانو په وسيله ليکلے شوى دى، هغه به پوره شى.</verse>
				<verse number="32">هغه به غېر‌يهوديانو ته حواله کړے شى، هغوئ به په هغۀ پورې ټوقې وکړى او بد سلوکى به ورسره وکړى او توکاڼې به پرې وتوکى.</verse>
				<verse number="33">هغوئ به يې په کوړو ووهى او مړ به يې کړى او په درېمه ورځ به هغه بيا ژوندے راپاڅى.“</verse>
				<verse number="34">خو هغوئ په دې هيڅ ونۀ رسېدل او څۀ چې وئيلے شوى وُو، مطلب يې د هغوئ نه پټ وو ځکه چې هغوئ يې په مطلب نۀ پوهېدل.</verse>
				<verse number="35">کله چې عيسىٰ يريحو ته نزدې شو نو يو ړوند سړے د لارې په غاړه ناست وو او خير يې غوښتو.</verse>
				<verse number="36">هغۀ چې د ګڼو خلقو د تېرېدو آوازونه واورېدل نو تپوس يې وکړو چې، ”دا څۀ چل دے؟“</verse>
				<verse number="37">هغوئ خبر کړو چې، ”عيسىٰ ناصرى په دې لاره تېريږى.“</verse>
				<verse number="38">نو هغۀ چغې کړې، ”اے عيسىٰ د داؤد زويه، په ما رحم وکړه.“</verse>
				<verse number="39">مخکښې چې کوم خلق روان وُو، هغوئ ورته په سخته ووئيل چې، ”چپ شه.“ خو هغۀ چغې لا نورې هم زياتې کړې چې، ”اے د داؤد زويه. په ما رحم وکړه.“</verse>
				<verse number="40">عيسىٰ ودرېدلو او خلقو له يې حُکم ورکړو چې، ”دے ما له راولئ.“ کله چې هغه نزدې راغے نو تپوس يې ترې وکړو،</verse>
				<verse number="41">”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې ستا دپاره وکړم؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نظر غواړم.“</verse>
				<verse number="42">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”بينا شه، تۀ خپل ايمان بچ کړې.“</verse>
				<verse number="43">نو سمدستى هغه بينا شو او په هغۀ پسې روان شو. او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله. او ټولو خلقو چې دا ننداره وليده نو د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">بيا عيسىٰ يريحو ته ننوتو او د ښار په مينځ کښې تېرېدو.</verse>
				<verse number="2">هلته زکاۍ نومې يو سړے وو. دے د محصولچيانو سردار او ډېر مالداره وو.</verse>
				<verse number="3">د هغۀ دا تلوسه وه چې عيسىٰ به څنګه سړے وى، خو په قد مندرے وو او د ګڼو خلقو له وجې يې هغه ليدلے نۀ شو.</verse>
				<verse number="4">نو هغۀ د خلقو نه وړاندې منډه کړه او يوې ټيټې ونې ته وختلو چې هغه ووينى، ځکه چې عيسىٰ هم په دغه طرف روان وو.</verse>
				<verse number="5">او کله چې عيسىٰ هغه ځائ ته راورسېدو نو پورته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”اے زکايه، زر راکوز شه. زۀ ضرور نن ستا کور کښې مېلمه کېږم.“</verse>
				<verse number="6">نو هغه زر راکوز شو او ډېر په خوشحالۍ يې ورته هرکلے ووئيلو.</verse>
				<verse number="7">نو خلقو چې دا وليدل نو ټول ځان سره وغورېدل او وې وئيل، ”هغه د يو ګناه ګار سړى کور ته ورغلو چې ورسره مېلمه شى.“</verse>
				<verse number="8">خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“</verse>
				<verse number="9">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”هم نن دې کور ته نجات راغلے دے ځکه چې دے هم د اِبراهيم زوئ دے.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې اِبن آدم دې له راغلے دے چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“</verse>
				<verse number="11">د هغوئ لا دې ته غوږ وو چې عيسىٰ ورته يو مِثال ووئيلو ځکه چې هغه اوس يروشلم ته رانزدې وو او د هغوئ دا ګُمان وو چې د خُدائ پاک بادشاهى اوس زر په ښکاره کېدو ده.</verse>
				<verse number="12">هغۀ وفرمائيل، ”د يو لوئ خاندان يو سړے په اوږد سفر يو بل مُلک ته لاړو د دې دپاره چې هغه بادشاهت حاصل کړى او بيا واپس راشى.</verse>
				<verse number="13">خو اول هغۀ خپل لس نوکران راوبلل او هر يو ته يې په دې وينا د سرو زرو يوه يوه سيکه ورکړه چې دوئ پرې سوداګرى کوى ترڅو چې زۀ راواپس نۀ شم.</verse>
				<verse number="14">خو د خپل مُلک خلقو ورسره کينه کوله او په هغۀ پسې يې يوه جرګه ولېږله چې، مونږ دا سړے خپل بادشاه کېدل نۀ غواړو.</verse>
				<verse number="15">خو بيا هم هغه د بادشاه په حيثيت واپس راغلو او کومو نوکرانو ته چې يې پېسې ورکړې وې هغوئ ته يې سوال جواب ولېږلو چې دا معلومه کړى چې په دوئ کښې هر يو څومره ګټه کړې ده.</verse>
				<verse number="16">وړومبے راغے او وې وئيل، صاحبه، ستا د سرو زرو سيکې لس نورې ګټلى دى.</verse>
				<verse number="17">هغۀ جواب ورکړو، شاباش، تۀ ډېر ښۀ نوکر يې. ځکه چې تا په لږو کښې خپل ځان ايمانداره ثابت کړو، تۀ د لسو ښارونو حاکِم شوې.</verse>
				<verse number="18">بيا دوېم راغلو او وې وئيل چې، مالِکه، ستا د سرو زرو سيکو پينځۀ نورې ګټلى دى.</verse>
				<verse number="19">او هغۀ ته يې ووئيل چې، تۀ هم د پينځو ښارونو حاکِم شوې.</verse>
				<verse number="20">بيا بل نوکر راغلو او وې وئيل، مالِکه، دا ستا د سرو زرو سيکه ده. ما دا په رومال کښې انغښتې وه او سمباله کړې مې وه.</verse>
				<verse number="21">زۀ ستا نه يرېدم ځکه چې تۀ يو ظالم سړے يې. هغه څۀ اخلى څۀ چې ستا نۀ وى او هغه څۀ رېبى کوم چې تا کَرلى نۀ وى.</verse>
				<verse number="22">هغۀ جواب ورکړو، اے بد تميزه. زۀ به هم ستا په خولۀ تا سره اِنصاف وکړم. تا ته دا معلومه وه چې زۀ يو سخت سړے يم او هغه څۀ حاصلوم چې کوم ما نۀ وى ورکړى او هغه څۀ رېبم چې کوم ما نۀ وى کَرلى؟</verse>
				<verse number="23">نو بيا تا ولې زما د سرو زرو سيکه د صرافانو سره نۀ ده اېښې چې بيا ما په واپسۍ کښې سره د ګټې اخستے وے.</verse>
				<verse number="24">هغۀ حاضرينو ته مخ راواړولو او وې وئيل چې، دغه د سرو زرو سيکه د دۀ نه واخلئ او هغۀ له يې ورکړئ چې د چا سره چې لس دى.</verse>
				<verse number="25">هغوئ جواب ورکړو چې مالِکه، د هغۀ سره خو د اول نه لس دى.</verse>
				<verse number="26">هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، زۀ تاسو ته دا وايم چې د چا سره چې څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر دې چې ورسره لا نور زيات شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى د هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى کوم چې ورسره وى.</verse>
				<verse number="27">خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“</verse>
				<verse number="28">د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ خپلو مريدانو نه مخکښې يروشلم ته روان وو.</verse>
				<verse number="29">هر کله چې هغه بيتِ‌فګے او بيتِ‌عنياه ته ورنزدې شو کوم چې د زيتُونو په غرۀ ودان دى نو هغۀ دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل چې،</verse>
				<verse number="30">”دې مخامخ کلى ته ورشئ نو چې څنګه ورننوځئ نو تاسو به يو کوچاڼے تړلے ومومئ چې تر اوسه پرې هيچا لا سورلى نۀ ده کړې. هغه پرانيزئ او دلته يې راولئ.</verse>
				<verse number="31">او کۀ څوک درنه دا تپوس وکړى چې تاسو دا کوچاڼے ولې پرانيزئ نو ورته ووايئ چې زمونږ د مالِک په کار دے.“</verse>
				<verse number="32">دواړه په مخه لاړل او هم هغه شان يې وموندل لکه چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="33">او کله چې هغوئ کوچاڼے پرانستو نو د دې مالِکانو ترينه تپوس وکړو چې، ”تاسو دا کوچاڼے ولې پرانيزئ؟“</verse>
				<verse number="34">هغوئ جواب ورکړو چې، ”دا زمونږ د مالِک په کار دے.“</verse>
				<verse number="35">او هغوئ کوچاڼے عيسىٰ له راوستو، بيا هغوئ په کوچاڼى باندې خپلې جامې واچولې او عيسىٰ ورباندې سورلى وکړه.</verse>
				<verse number="36">کله چې هغه په لاره تېرېدو نو خلقو ورته په لار کښې خپلې جامې غوړولې.</verse>
				<verse number="37">اوس څۀ وخت چې هغه د زيتُونو د غرۀ نه مخ په کوزېدو وو نو ټولو ملګرو او مريدانو يې په هغه ټولو عجيبه معجزو چې هغوئ ليدلى وې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.</verse>
				<verse number="38">”مبارک دے هغه راتلونکے بادشاه چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. سلامتى دې وى په آسمان کښې او جلال دې وى په اوچت آسمان کښې.“</verse>
				<verse number="39">ځينو فريسيانو په دې ګڼه کښې عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، خپلو مريدانو ته ووايه چې غلى شى.“</verse>
				<verse number="40">عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته وايم کۀ چرې هغوئ غلى پاتې شى نو کاڼى بوټى به په چغو سر شى.“</verse>
				<verse number="41">هر کله چې هغه نزدې راغلو، ښار يې وليدلو نو هغۀ په دې باندې وژړل،</verse>
				<verse number="42">او وې فرمائيل، ”کۀ چرې نن ورځ تا ته دا معلومه وے چې کومه د خير لاره ده، خو نه، دا ستا د نظر نه پټه ده.</verse>
				<verse number="43">يو وخت به په تا داسې راشى چې ستا دشمنان به ستا محاصره وکړى، هغوئ به ستا نه چاپير شى او د هرې خوا نه به دې راګېر کړى.</verse>
				<verse number="44">نو تاسو به سره د خپلو بچو يو ځائ په زمکه راګزار کړى او ستا يو کاڼے به هم د بل کاڼى دپاسه پرې نۀ ږدى ځکه چې تاسو د خُدائ د خلاصون هغه مقرر وخت ونۀ پېژندلو.“</verse>
				<verse number="45">عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغۀ هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل</verse>
				<verse number="46">او ورته يې وفرمائيل، ”صحيفې فرمائى چې، ”زما کور به د دُعا کور بللے شى،“ خو تاسو ترېنه د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“</verse>
				<verse number="47">د خُدائ په کور کښې به هره ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو. او مشران اِمامان او د شرعې عالمان د دۀ د وژلو په تلاش کښې وُو چې د اولسى مشرانو مرسته هم ورسره وه.</verse>
				<verse number="48">خو هغوئ په دې کښې بې‌وسه وُو، ځکه چې د خلقو د عيسىٰ په خبرو يقين وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">يوه ورځ چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې خلقو له تعليم ورکولو او ورته يې زيرے اورولو نو مشران اِمامان، د شرعې عالمان او د قوم مشران ورله راغلل.</verse>
				<verse number="2">او هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته ووايه چې تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې؟ او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“</verse>
				<verse number="3">عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”زۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو يې جواب راکړئ</verse>
				<verse number="4">چې د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د طرف نه وه او کۀ د انسان؟“</verse>
				<verse number="5">په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”کۀ چرې مونږ ووايو چې د آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟</verse>
				<verse number="6">خو کۀ چرې مونږ ووايو چې د انسانانو د طرف نه وه، نو ټول خلق به مونږ سنګسار کړى ځکه چې هغوئ دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“</verse>
				<verse number="7">نو هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ خبر نۀ يُو.“</verse>
				<verse number="8">نو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”بيا به زۀ هم دا درته ونۀ وايم چې زۀ په کوم اختيار دا کارونه کوم.“</verse>
				<verse number="9">نو بيا عيسىٰ خلقو ته دا مِثال تير کړو چې، ”يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، او زميندارانو له يې په اجاره ورکړو او يو بل مُلک ته د ډيرې مودې دپاره لاړو.</verse>
				<verse number="10">کله چې موسم راغلو نو هغۀ يو نوکر اجاره دارو له ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د انګورو د پېداوار برخه وصول کړى خو زميندارو هغه ښۀ ووهلو او خالى لاس يې واپس ولېږلو.</verse>
				<verse number="11">هغۀ بيا بل نوکر ورولېږلو خو هغوئ هغه هم ووهلو او بې‌عزته يې کړو، او تش لاس يې واپس ولېږلو.</verse>
				<verse number="12">هغۀ بيا درېم سړے ورولېږلو خو هغه يې هم زخمى کړو، او بهر يې وغورزولو.</verse>
				<verse number="13">بيا د انګورو د باغ مالِک ووئيل چې اوس ما له څۀ کول په کار دى؟ زۀ به خپل خوږ زوئ ورولېږم. شايد چې د دۀ خاطر وکړى.</verse>
				<verse number="14">خو هر کله چې اجاره دارو هغه وليدو نو يو بل ته يې ووئيل، دا د باغ وارث دے، راځئ چې مړ يې کړو او ميراث به يې مونږ ته پاتې شى.</verse>
				<verse number="15">نو اجاره دارو هغه د انګورو د باغ نه بهر وغورزولو او مړ يې کړو. نو بيا تاسو دا ووايئ چې د انګورو د باغ مالِک به د هغوئ سره څۀ وکړى؟</verse>
				<verse number="16">هغه به راشى او دا ټول اجاره دار به مړۀ کړى او د انګورو باغ به بل چا له ورکړى.“ هر کله چې هغوئ دا واورېدل نو وې وئيل، ”خُدائ مۀ کړه.“</verse>
				<verse number="17">خو عيسىٰ ورته نېغ نېغ وکتل او وې فرمائيل، ”نو بيا د صحيفو د دې عبارت څۀ مطلب دے، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے وو هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو“؟</verse>
				<verse number="18">هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او کۀ په هر چا دا راپرېوځى نو هغه به ريز مريز کړى.“</verse>
				<verse number="19">د شرعې عالمانو او مشرانو اِمامانو غوښتل چې هغۀ ته هم په هغه وخت لاس ورواچوى ځکه چې هغوئ ته دا پته ولګېدله چې دا مِثال د هغوئ په خلاف دے خو هغوئ ورسره څۀ ونۀ کړل ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.</verse>
				<verse number="20">نو هغوئ په دې لټون کښې وُو چې څنګه به يې راګېر کړو. نو جاسوسان يې پټ د صادقانو په جامه کښې ورولېږل چې په هغۀ کښې څۀ داسې خبرې راپېدا کړى چې د هغې په بهانه هغه راګېر کړى او ګورنر ته يې حواله کړى.</verse>
				<verse number="21">هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”اُستاذه، مونږ په دې خبر يُو چې تۀ څۀ وائې او کوم تعليم چې ورکوې هغه ټيک دے او د هيچا طرفدارے نۀ کوې خو په رښتيا سره د خُدائ پاک د لارې تعليم ورکوې.</verse>
				<verse number="22">نو بيا مونږ ته دا ووايه چې د روم قيصر له محصُول ورکول روا دى او کۀ نه؟“</verse>
				<verse number="23">عيسىٰ د هغوئ په چل پوهه شو نو ورته يې وفرمائيل،</verse>
				<verse number="24">”ما ته د سپينو زرو يوه سيکه وښايئ. په دې د چا تصوير دے او د چا نوم؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د قيصر.“</verse>
				<verse number="25">عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ښۀ ده، قيصر ته خپل حق ورکړئ او خُدائ پاک له خپل.“</verse>
				<verse number="26">دغه شان د خلقو په وړاندې د دوئ دا کوشش چې هغه په خبرو کښې راګېر کړى کامياب نۀ شو، او د هغۀ په جواب هغوئ حق حېران او غلى پاتې شول.</verse>
				<verse number="27">بيا ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغۀ له راغلل.</verse>
				<verse number="28">او د هغۀ نه يې داسې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى.</verse>
				<verse number="29">نو اوس اووۀ وروڼه وُو. وړومبى وادۀ وکړو او بې‌اولاده مړ شو.</verse>
				<verse number="30">بيا دوېم هغې ښځې سره وادۀ وکړو،</verse>
				<verse number="31">بيا درېم هغې سره وادۀ وکړو هم دغه شان اووۀ واړه مړۀ شول خو د يو هم اولاد ونۀ شو.</verse>
				<verse number="32">آخر هغه ښځه هم مړه شوه.</verse>
				<verse number="33">د قيامت په ورځ به دغه ښځه د چا وى ځکه چې اووۀ واړو وروڼو ورسره وادۀ کړے وو؟“</verse>
				<verse number="34">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دې دُنيا سړى او ښځې وادۀ کوى،</verse>
				<verse number="35">خو هغه څوک چې د بلې دُنيا لائق ګڼلے شوى دى، هغوئ به نۀ وادۀ کوى نۀ به وادۀ کيږى.</verse>
				<verse number="36">ځکه چې د هغې نه پس به هغوئ نۀ مرى، هغوئ به د فرښتو په شان وى. ځکه چې هغوئ د مرګ نه پس بيا راژوندى شوى دى نو ځکه د خُدائ پاک بچى ګڼلے کيږى.</verse>
				<verse number="37">او دا چې مړى به راژوندى کولے شى، دا خو موسىٰ په خپله هم د جاړو د سوزولو په واقعه کښې بيان کړے دے چرته چې د مالِک خُدائ په حقله فرمائى، ”د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک او د يعقوب خُدائ پاک.“</verse>
				<verse number="38">نو هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے، بلکې د ژوندو خُدائ پاک دے. د هغۀ په نزد ټول ژوندى دى.“</verse>
				<verse number="39">په دې د شرعې ځينو عالمانو ووئيل، ”اُستاذه، ډېر ښۀ دې ووئيل.“</verse>
				<verse number="40">او د دې نه پس په چا کښې دا جرأت نۀ وو چې د هغۀ نه بل سوال وکړى.</verse>
				<verse number="41">بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”هغوئ بيا دا څنګه وائى چې مسيح د داؤد زوئ دے؟</verse>
				<verse number="42">ځکه چې داؤد په خپله په زبور کښې فرمائى چې، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، زما ښى لاس ته کښېنه،</verse>
				<verse number="43">ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې نۀ کړم.“</verse>
				<verse number="44">داؤد خو په خپله هغۀ ته مالِک وائى، نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“</verse>
				<verse number="45">د ټولو خلقو په وړاندې عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل،</verse>
				<verse number="46">”د شرعې د عالمانو نه ځان ساتئ څوک چې په لويو لويو چوغو کښې ګرځى او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى او په عبادتخانو او په مېلمستياو کښې د مشرۍ په ځائ کښېناستل غواړى.</verse>
				<verse number="47">هم دا هغه خلق دى چې د کونډو مالونه خورى او د ريا اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به د ټولو نه سخته سزا مومى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">عيسىٰ چې پاس وکتل نو وې ليدل چې مالداره خلق د خُدائ د کور په خزانه کښې خپلې شکرانې اچوى.</verse>
				<verse number="2">او هغۀ يوه غريبه کونډه وليدله چې دوه د تانبې سيکې يې ورواچولې.</verse>
				<verse number="3">هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دې غريبې کونډې د دې نورو ټولو نه زياتې واچولې.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې دې نورو چې په شکرانې کښې څۀ هم واچول هغوئ د مال د زياتوالى په سبب واچول خو د هغې سره چې د خپلې ګزارې نه هم کم وُو، هغه ټولې يې واچولې“</verse>
				<verse number="5">ځينې خلقو د خُدائ د کور او د هغې د ښکلو کاڼو او په ورکړے شوو نذرانو چې ښائسته کړے شوى وُو، د هغۀ په حقله خبرې کولې. عيسىٰ ورته وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="6">”دا څيزونه چې تاسو وينئ، داسې وخت راتلونکے دے چې په دې کښې به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“</verse>
				<verse number="7">هغوئ عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، دا هر څۀ به کله پېښيږى؟ او د دې د رانزدې کېدو نښې به څۀ وى؟“</verse>
				<verse number="8">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”خيال کوئ چې څوک مو بې‌لارې نۀ کړى ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ عيسىٰ يم، او وخت نزدې راغلے دے خو هغۀ پسې مۀ ځئ.</verse>
				<verse number="9">او کله چې تاسو د جنګونو او الې ګولې خبر واورئ نو مۀ وار خطا کېږئ ځکه چې دا څيزونه به ضرور اول کيږى خو لا به آخر وخت نۀ وى.“</verse>
				<verse number="10">بيا هغۀ دا وفرمائيل، ”قومونه به د قومونو په خلاف وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ مخالفت کوى.</verse>
				<verse number="11">لوئې لوئې زلزلې او قحطونه، وباګانې به ځائ په ځائ راځى او په آسمان کښې به هيبتناکې او لوئې نښې ښکاره کيږى.</verse>
				<verse number="12">خو د دې هر څۀ کېدو نه مخکښې به هغوئ تاسو ونيسى او تاسو به وزوروى. تاسو به عبادتخانو ته حواله کېږئ او بندى‌خانو ته به اچولے کېږئ. تاسو به د بادشاهانو او حاکمانو په وړاندې زما د نوم په سبب راوستلے شئ.</verse>
				<verse number="13">نو دا به ستاسو دپاره د ګواهۍ موقع وګرځى.</verse>
				<verse number="14">خو ياد ساتئ چې د مخکښې نه د خپلې صفائى په حقله د جواب ورکولو فکر مۀ کوئ،</verse>
				<verse number="15">ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى.</verse>
				<verse number="16">تر دې چې ستاسو مور پلار، وروڼه، ستاسو خاندان او دوستان به هم تاسو حواله کړى، په تاسو کښې به ځينې مړۀ کړے شى،</verse>
				<verse number="17">او زما د نوم په وجه به ټول ستاسو نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="18">خو ستاسو د سر يو وېښتۀ قدرې به هم ضائع نۀ شى،</verse>
				<verse number="19">د خپل صبر په وجه به تاسو ژوندون وګټئ.</verse>
				<verse number="20">خو کله چې تاسو دا ووينئ چې د يروشلم نه فوجونه راچاپېر شوى دى نو تاسو پوهه شئ چې د هغې بربادى رانزدې شوې ده.</verse>
				<verse number="21">نو بيا هغه څوک چې په يهوديه کښې دى، غرونو ته دې وتښتى. او څوک چې په ښار کښې وى، هغوئ دې د ښار نه بهر وځى او څوک چې د ښار نه بهر په کلو کښې وى هغوئ دې ښار ته نۀ ځى.</verse>
				<verse number="22">ځکه چې په هم دې وخت کښې به خُدائ پاک خپل بدل اخلى او څۀ چې ليکلے شوى دى، هغه ټول به پوره شى.</verse>
				<verse number="23">افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه وخت کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى. ځکه چې په زمکه به ډېر لوئ مصيبت شروع وى او په دې خلقو به لوئ غضب نازل وى.</verse>
				<verse number="24">هغوئ به په تُوره هلاک کړے شى او ټولو مُلکونو ته به لکه د قېديانو بوتلے شى او تر هغه وخت پورې به يروشلم د غېر‌يهوديانو تر پښو لاندې وى ترڅو چې د غېرو قومونو زمانه پوره شوې نۀ وى.</verse>
				<verse number="25">په نمر، سپوږمۍ او په ستورو کښې به خاص نښې ښکاره شى. د سمندر د شور او چپو نه به په زمکه ټول قومونه پرېشانه وى.</verse>
				<verse number="26">په خلقو کښې به په زمکه د پېښېدونکو واقعاتو د يرې له کبله ساه پاتې نۀ وى ځکه چې آسمانى طاقتونه به لړزولے شوى وى.</verse>
				<verse number="27">بيا به هغوئ دا ووينى چې اِبن آدم به په وريځو کښې په ډېر شان او شوکت سره راروان وى.</verse>
				<verse number="28">کله چې دا هر څۀ پېښېدل شروع شى نو پاڅئ او بره وګورئ ځکه چې ستاسو خلاصون نزدې دے.“</verse>
				<verse number="29">بيا عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال تير کړو چې، ”د اينځر ونې ته وګورئ يا ټولو ونو ته.</verse>
				<verse number="30">کله چې دا غوټۍ وسپړى نو تاسو به په خپله وينئ او پوهه به شئ چې اوړے رانزدې شوے دے.</verse>
				<verse number="31">هم دغه شان چې تاسو دا هر څۀ په کېدو ووينئ نو پوهه شئ چې د خُدائ پاک بادشاهى نزدې ده.</verse>
				<verse number="32">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موجوده پيړۍ به تر هغې ختمه نۀ شى ترڅو چې دا ټولې خبرې ونۀ شى.</verse>
				<verse number="33">زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.</verse>
				<verse number="34">خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى.</verse>
				<verse number="35">ځکه چې هغه ورځ په هر چا راتلونکى ده څوک چې په دې دُنيا کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="36">خو هر وخت بېدار اوسئ او دا دُعا غواړئ چې تاسو د دې پېښو په وخت کښې دومره تکړه يئ چې خپل ځان بچ کولے شئ او چې د اِبن آدم په وړاندې د ودرېدو جوګه شئ.“</verse>
				<verse number="37">عيسىٰ دا ورځې د خُدائ په کور کښې په تعليم ورکولو تېرولې او بيا به هغه د شپې تېرولو دپاره د زيتُونو غرۀ ته تلو.</verse>
				<verse number="38">او سحر وختى به ټول خلق د خُدائ کور ته راټولېدل چې د هغۀ خبرې واورى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">خو اوس د پتيرې روټۍ د اختر ورځ رانزدې شوې وه کومې ته چې د فسح اختر وئيلے شى.</verse>
				<verse number="2">نو په دې موقع مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو دا کوشش کولو چې څۀ داسې بهانه ولټوى چې عيسىٰ قتل کړى، ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.</verse>
				<verse number="3">خو بيا شېطان په يهوداه اِسکريوتى کښې ورننوتو چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو.</verse>
				<verse number="4">او يهوداه د مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور د آفسرانو سره مشورې له لاړو چې داسې څۀ بهانه پېدا کړى چې عيسىٰ به څنګه هغوئ ته حواله کړى.</verse>
				<verse number="5">هغوئ ډېر خوشحاله شول او د هغۀ سره يې د پېسو وعده وکړه.</verse>
				<verse number="6">نو هغه په دې کار رضا شو او بيا د داسې موقعې په تلاش کښې شو چې کله هغۀ سره نور خلق نۀ وى نو هغوئ ته به يې حواله کړى.</verse>
				<verse number="7">بيا د پتيرې روټۍ ورځ راغله په کومه ورځ چې د فسح ګډورے قربانى کېدونکے وو.</verse>
				<verse number="8">نو عيسىٰ بيا پطروس او يوحنا د دې هداياتو سره ولېږل چې، ”لاړ شئ او زمونږ دپاره د فسح خوراک تيار کړئ چې وې خورو.“</verse>
				<verse number="9">هغوئ تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“</verse>
				<verse number="10">هغۀ جواب ورکړو چې، ”څنګه چې تاسو ښار ته ننوځئ نو تاسو به يو سړے ووينئ چې د اوبو منګے به وړى. هغه چې کوم کور ته ورننوځى نو هم هغه کور ته ورننوځئ.</verse>
				<verse number="11">او د کور خاوند ته دا پېغام ورکړئ، اُستاذ وائى چې هغه د مېلمنو کمره کومه يوه ده چرته چې به زۀ د مريدانو سره د فسح خوراک کوم؟</verse>
				<verse number="12">نو هغه به تاسو ته يوه لويه تياره کړے شوې بالاخانه وښائى، زمونږ دپاره هلته د فسح تيارى وکړئ.“</verse>
				<verse number="13">هغوئ لاړل او هلته يې هر څيز د هغۀ د وينا په مطابق وليدلو. هغوئ د فسح دپاره تيارے وکړو.</verse>
				<verse number="14">کله چې هغه وخت راورسېدو نو عيسىٰ سره د خپلو رسولانو روټۍ ته کښېناستو.</verse>
				<verse number="15">هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما دا ډېر ارمان وو چې د مصيبت زغملو نه وړاندې زۀ تاسو سره د فسح خوراک وکړم.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې زۀ تاسو ته دا وايم چې د دې نه پس به زۀ تر هغې بيا دا روټۍ هيچرې ونۀ خورم ترڅو چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د دې مقصد پوره نۀ شى.“</verse>
				<verse number="17">بيا عيسىٰ يوه پياله راواخسته او د شُکر کولو نه پس يې وفرمائيل، ”دا واخلئ او په خپلو کښې يې تقسيم کړئ.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې زۀ تاسو ته دا وايم چې د دې نه پس به زۀ د انګورو رس بيا تر هغې ونۀ څښم ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى رانۀ شى.“</verse>
				<verse number="19">بيا هغۀ روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ماته يې کړه او هغوئ له يې ورکړه او وې فرمائيل، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره ورکړے کيږى. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“</verse>
				<verse number="20">او هم دغه شان يې د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په هغه وينه کښې کومه چې ستاسو دپاره توئيږى، د خُدائ پاک او انسانانو تر مينځه نوے لوظ دے.</verse>
				<verse number="21">خو ګورئ، زما د مُخبر لاس هم ما سره په دسترخوان باندې دے.</verse>
				<verse number="22">ځکه چې اِبن آدم څنګه چې مقرر شوے دے، هغه شان به مرګ ته ورځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم مُخبرى کوى.“</verse>
				<verse number="23">په دې خبره هغوئ په خپلو کښې په بحث شُو چې په مونږ کښې به دا کار څوک کوى.</verse>
				<verse number="24">بيا د هغوئ په مينځ کښې دا بحث شروع شو چې په دوئ کښې به د ټولو نه لوئ څوک وى.</verse>
				<verse number="25">خو عيسىٰ وفرمائيل چې، ”د قومونو بادشاهان په خپلو خلقو حکومت کوى او څوک چې پرې اختيار لرى هغوئ ته د خلقو خير خواه وئيلے کيږى.</verse>
				<verse number="26">خو په تاسو کښې دې داسې نۀ وى. په تاسو کښې دې د ټولو نه مشر ځان د ټولو نه کشر ګڼى او ستاسو مشر دې لکه ستاسو د خادِم په شان وى.</verse>
				<verse number="27">نو په دوئ کښې څوک لوئ دے؟ هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى او کۀ هغه څوک چې خِدمت کوى؟ يقيناً هغه څوک چې روټۍ ته ناست وى. خو زۀ دلته ستاسو په مينځ کښې د خِدمتګار په شان يم.</verse>
				<verse number="28">تاسو هغه خلق يئ چې زما په آزمېښتونو کښې ما سره ولاړ وئ.</verse>
				<verse number="29">او اوس زۀ هغه بادشاهى تاسو له درکوم کومه چې زما پلار ما له راکړې ده.</verse>
				<verse number="30">نو تاسو به زما په بادشاهۍ کښې زما په دسترخوان خوړل څښل کوئ، او په تختونو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو د فېصلو دپاره کښېنئ.</verse>
				<verse number="31">شمعونه، اے شمعونه، وګوره، خبردار شه. شېطان غواړى چې هغه تاسو لکه د غنمو د دانو وڅنډى.</verse>
				<verse number="32">خو ما ستا دپاره دا دُعا کړې ده چې ستا ايمان لاړ نۀ شى او کله چې تۀ ما ته راوګرځې نو تۀ خپل وروڼه مضبوط کړه.“</verse>
				<verse number="33">پطروس جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ تا سره جيل او مرګ ته هم تيار يم.“</verse>
				<verse number="34">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”پطروسه، زۀ تا ته وايم چې نن شپه به چرګ تر هغې بانګ ونۀ وائى ترڅو چې تۀ زما د پېژندګلو نه درې ځله اِنکارى نۀ شې.“</verse>
				<verse number="35">عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”کله چې ما تاسو بې‌پېسو، بې‌بټوې او بې‌پيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“</verse>
				<verse number="36">عيسىٰ وفرمائيل چې، ”اوس د چا سره چې بټوې وى، هغه دې د ځان سره واخلى او خپلې کڅوړې دې هم ورسره وى، او کۀ تُوره ورسره نۀ وى، نو هغه دې خپله چُوغه خرڅه کړى خو تُوره دې واخلى.</verse>
				<verse number="37">ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”هغه په باغيانو کښې حساب کړے شو،“ او دا الفاظ به ضرور زما په حقله پوره کيږى، بې‌شکه هر څۀ چې زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به پوره کيږى.“</verse>
				<verse number="38">هغوئ ووئيل، ”وګوره مالِکه، مونږ سره دا دوه تُورې دى.“ هغۀ وفرمائيل، ”دا کافى دى.“</verse>
				<verse number="39">بيا عيسىٰ بهر ووتو او د خپل دستور په مطابق د زيتُونو غر ته لاړو او مريدان هم ورسره وُو.</verse>
				<verse number="40">هر کله چې هغه هغه ځائ ته ورسېدو نو هغوئ ته يې وفرمائيل، ”دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ.“</verse>
				<verse number="41">هغه په خپله د هغوئ نه يو څو قدمه وړاندې لاړو، په ګوډو شو او دُعا يې شروع کړه،</verse>
				<verse number="42">”اے پلاره، کۀ دا چرې ستا رضا وى نو دا پياله زما نه اخوا کړه. زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“</verse>
				<verse number="43">بيا يوه فرښته د آسمان نه راغله چې هغه مضبوط کړى.</verse>
				<verse number="44">او په سخته پرېشانۍ کښې يې لا نوره هم په جوش سره دُعا وکړه او د هغۀ خوله لکه د وينو د څاڅکو په شان په زمکه څڅېدله.</verse>
				<verse number="45">کله چې عيسىٰ د دُعا نه پاڅېدو او خپلو مريدانو له راغلو نو هغوئ يې غم زپلى اودۀ وموندل.</verse>
				<verse number="46">هغوئ ته يې وفرمائيل، ”دا تاسو ولې اودۀ يئ؟ پاڅئ او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ.“</verse>
				<verse number="47">خو چې عيسىٰ لا دا خبرې کولې نو ډېر خلق راغلل، او يهوداه نومې سړے څوک چې د دولسو مريدانو نه يو وو، د هغوئ نه مخکښې وو. هغه عيسىٰ له راغلو چې ښکل يې کړى.</verse>
				<verse number="48">خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”يهوداه، تۀ د اِبن آدم مُخبرى په ښُکلولو کوې څۀ؟“</verse>
				<verse number="49">کله چې د عيسىٰ ملګرو دا وليدل چې څۀ کيږى نو هغوئ ووئيل، ”مالِکه، مونږ د خپلو تُورو نه کار واخلو څۀ؟“</verse>
				<verse number="50">او په هغوئ کښې يو د مشر اِمام په نوکر ګزار وکړو او د هغۀ ښے غوږ يې پرې کړو.</verse>
				<verse number="51">خو عيسىٰ جواب ورکړو، ”بس مۀ کوئ.“ بيا هغۀ د هغه سړى په غوږ لاس کېښودو او روغ يې کړو.</verse>
				<verse number="52">بيا عيسىٰ مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور حفاظت کوونکو آفسرانو او مشرانو ته کوم چې د هغۀ نيولو له راغلى وُو وفرمائيل، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې تُورو او کوتکو سره زما نيولو له راغلى يئ؟</verse>
				<verse number="53">زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم نو تاسو ما ته لاس وانۀ چولو خو اوس دا ستاسو دپاره موقع ده او د تورې تيارې اختيار.“</verse>
				<verse number="54">بيا يې عيسىٰ ګرفتار کړو او د مشر اِمام کور ته يې بوتلو او پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو.</verse>
				<verse number="55">کله چې هغوئ د صحن په مينځ کښې اور بل کړو او ګېرچاپېره ترې کښېناستل نو پطروس هم د هغوئ په مينځ کښې کښېناستو.</verse>
				<verse number="56">نو بيا يوې وينځې چې د اور په رڼا کښې هغه وليدو نو ورته يې نېغ وکتل او وې وئيل، ”دا سړے خو هم ورسره وو.“</verse>
				<verse number="57">خو پطروس د دې نه اِنکار وکړو. هغۀ ووئيل، ”اے ښځې، زۀ يې څۀ پېژنم؟“</verse>
				<verse number="58">لږه شېبه وروستو بل چا وليدو او وې وئيل چې، ”تۀ خو هم په هغوئ کښې يو يې.“ خو پطروس ووئيل چې، ”نۀ، زۀ هغه نۀ يم.“</verse>
				<verse number="59">يوه ګينټه به تيره وه چې يو بل تن نور هم په کلکه ووئيل چې، ”بې‌شکه، دا سړے هم ورسره وو ځکه چې دے هم ګليلى دے.“</verse>
				<verse number="60">خو پطروس ووئيل، ”سړيه، زۀ خبر نۀ يم چې دا تۀ لا څۀ وائې.“ په هغه ساعت چې هغۀ لا خبرې کولې نو چرګ بانګ ووئيلو.</verse>
				<verse number="61">بيا مالِک پطروس ته وکتل او پطروس ته د مالِک خبرې رايادې شوې چې ورته يې فرمائيلى وُو، ”نن هم په دې شپه د چرګ د بانګ وئيلو نه مخکښې به تۀ درې ځله زما نه اِنکارى شې.“</verse>
				<verse number="62">نو هغه بهر ووتو او په چغو چغو يې وژړل.</verse>
				<verse number="63">کومو خلقو چې د عيسىٰ څوکيدارى کوله، هغوئ ورپورې ټوقې وکړلې او وې وهلو.</verse>
				<verse number="64">سترګې يې ورله وتړلې او د هغۀ نه يې بار بار دا تپوسونه کول، ”کۀ تۀ نبى يې نو مونږ ته دا ووايه چې تۀ چا ووهلې.“</verse>
				<verse number="65">او دغه شان هغوئ د هغۀ نور ډېر سپکاوے هم کولو.</verse>
				<verse number="66">چې ورځ شوه نو اولسى مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان راټول شول او عيسىٰ يې د خپلې جرګې وړاندې پېش کړو.</verse>
				<verse number="67">هغوئ ووئيل، ”مونږ ته ووايه چې تۀ په رښتيا مسيح يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”کۀ زۀ درته وايم نو تاسو به په ما يقين ونۀ کړئ.</verse>
				<verse number="68">او کۀ زۀ درنه تپوس وکړم نو تاسو به جواب رانۀ کړئ.</verse>
				<verse number="69">خو د دې نه پس به اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست وى.“</verse>
				<verse number="70">هغوئ ټولو ووئيل، ”نو بيا تۀ د خُدائ پاک زوئ يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”دا تاسو وايئ چې زۀ يم.“</verse>
				<verse number="71">بيا هغوئ ووئيل، ”ولې د دې نه پس مونږ ته د نورې ګواهۍ حاجت شته څۀ؟ مونږ د دۀ د خپلې خولې نه په خپله دا خبره واورېده.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">د دې سره ټوله غونډه پاڅېدله او عيسىٰ يې پيلاطوس له بوتلو.</verse>
				<verse number="2">او په دې وينا يې د هغۀ خلاف دعوىٰ شروع کړه، ”مونږ دا سړے وليدلو چې زمونږ د قوم خلق بې‌لارې کوى او قيصر ته د محصُول ورکولو نه خلق منع کوى او وائى چې زۀ مسيح بادشاه يم.“</verse>
				<verse number="3">بيا پيلاطوس د هغۀ نه تپوس وکړو، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ هغۀ وفرمائيل چې، ”دا ستا وينا ده.“</verse>
				<verse number="4">نو بيا پيلاطوس مشرانو اِمامانو او حاضرو خلقو ته ووئيل چې، ”زۀ په دې سړى کښې هيڅ جرم نۀ وينم.“</verse>
				<verse number="5">خو هغوئ اِصرار وکړو چې، ”د هغۀ تعليمات په ټوله يهوديه کښې خلق بلوه کوى. چې د ګليل نه راشروع شو او تر دې ښاره راورسېدو.“</verse>
				<verse number="6">کله چې پيلاطوس دا واورېدل نو تپوس يې وکړو چې، ”ولې دا سړے ګليلى دے څۀ؟“</verse>
				<verse number="7">او چې د دې نه خبر شو چې عيسىٰ د هيروديس د حکومت اختيار لاندې دے نو هغۀ دا مقدمه هيروديس له ولېږله څوک چې په خپله په هغه ورځو کښې د يروشلم په دوره وو.</verse>
				<verse number="8">کله چې هيروديس عيسىٰ وليدو نو ډېر خوشحاله شو ځکه چې د هغۀ په حقله يې اورېدلى وُو او د ډېر وخت نه يې دا خواهش وو چې هغه ووينى او په دې طمع وو چې د هغۀ د لاس نه څۀ معجزه ووينى.</verse>
				<verse number="9">هيروديس د عيسىٰ نه ډېر تپوسونه وکړل خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو.</verse>
				<verse number="10">خو مشران اِمامان او د شرعې عالمان راوړاندې شول او د عيسىٰ خلاف يې سخت اِلزامونه شروع کړل.</verse>
				<verse number="11">بيا هيروديس او د هغۀ سپاهيانو د هغۀ سپکاوے وکړو او بې‌عزته يې کړو او په ځلېدونکو جامو کښې يې پيلاطوس له واپس ولېږلو.</verse>
				<verse number="12">هم په هغه ورځ هيروديس او پيلاطوس دوستان شول، د دې نه وړاندې دوئ په خپلو کښې دشمنان وُو.</verse>
				<verse number="13">پيلاطوس بيا مشران اِمامان، مشران او څۀ نور خلق راوبلل،</verse>
				<verse number="14">او ورته يې ووئيل، ”تاسو دا سړے ما ته د خلقو د بې‌لارې کولو په اِلزام کښې راوستے دے خو لکه چې تاسو ګورئ ما په خپله ستاسو په وړاندې د هغۀ نه معلومات وکړو او په هغۀ کښې مې هغه جرم ونۀ موندلو چې تاسو پرې د کوم دعوىٰ کړې ده.</verse>
				<verse number="15">او نۀ هيروديس په کښې څۀ وموندل ځکه چې هغۀ هغه واپس ما له راولېږلو. دې نه دا پته لګى چې دۀ داسې څۀ جرم نۀ دے کړے چې د مرګ لائق وى.</verse>
				<verse number="16">نو زما په خيال د يو څو کوړو سزا تېرولو نه وروستو به يې پرېږدم.“</verse>
				<verse number="17">د اختر په موقع به هغۀ ته دا اجازت وو چې د هغوئ په وينا يو قېدى آزاد کړى.</verse>
				<verse number="18">خو هغوئ ټولو په جمع شور جوړ کړو، ”دا سړے ختم کړه. مونږ ته برابا آزاد کړه.“</verse>
				<verse number="19">برابا هغه څوک وو چې په ښار کښې د بغاوت او قتل په اِلزام کښې قېد کړے شوے وو.</verse>
				<verse number="20">پيلاطوس هغوئ ته بيا مخاطب شو او دا يې غوښتل چې عيسىٰ آزاد کړى.</verse>
				<verse number="21">خو هغوئ چغې وهلې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ. دے په سولۍ راځوړند کړئ.“</verse>
				<verse number="22">پيلاطوس په درېم ځل بيا هغوئ ته ووئيل، ”ولې؟ دۀ څۀ ګناه کړې ده؟ ما هغۀ کښې داسې څۀ جرم ونۀ ليدو چې د مرګ سزا ورکړم، ځکه زۀ به د کوړو سزا ورکړم او بيا به يې آزاد کړم.“</verse>
				<verse number="23">خو هغوئ په ټينګه او په چغو ووئيل چې، ”دے دې په سولۍ کړے شى.“ او د هغوئ چغې ومنلے شوې.</verse>
				<verse number="24">نو پيلاطوس دا فېصله وکړه چې د هغوئ د خوښې کار دې وشى.</verse>
				<verse number="25">هغۀ هغه سړے آزاد کړو چې هغوئ غوښتو څوک چې د بغاوت او قتل په جرم کښې قېد شوے وو، او عيسىٰ يې د هغوئ مرضۍ ته وسپارلو.</verse>
				<verse number="26">چې هغوئ عيسىٰ په سولۍ کولو له بوتلو نو شمعون کرينى نومې سړے يې راونيولو چې د کلى نه راتلو، سولۍ يې هغۀ ته په اوږه کړه او هغه يې عيسىٰ پسې روان کړو.</verse>
				<verse number="27">ډېر خلق ورپسې وُو چې په کښې ګڼې ښځې هم وې، چې ځانونه يې وهل او په هغۀ يې وير کولو.</verse>
				<verse number="28">عيسىٰ هغوئ ته مخ راواړولو او ورته يې وفرمائيل، ”اے د يروشلم لوڼو. ما پسې ژړا مۀ کوئ خو په خپل ځان او د خپل اولاد دپاره وير وکړئ.</verse>
				<verse number="29">ځکه چې هغه ورځې راتلونکې دى چې هغوئ به وائى چې شنډې بختورې دى، چې کله يې هم بچى نۀ دى راوړى او کله يې هم سينه نۀ ده ورکړې.</verse>
				<verse number="30">بيا به هغوئ غرونو ته وائى چې په مونږ راورغړئ. او غونډو ته به وائى چې مونږ پټ کړئ.</verse>
				<verse number="31">ځکه چې د شنې ونې دا حال وى نو د وچې به څۀ حال وى؟“</verse>
				<verse number="32">د عيسىٰ نه بغېر دوه نور مجرمان هم وُو چې هغۀ سره په سولۍ کولو له بوتلے شول.</verse>
				<verse number="33">کله چې هغوئ کوپړۍ نومې ځائ ته ورسېدل نو هلته يې هغه د دوو مجرمانو سره په سولۍ کړو. يو يې د هغۀ ښى او بل يې ورسره ګس لاس ته راځوړند کړے وو.</verse>
				<verse number="34">عيسىٰ وفرمائيل، ”پلاره، دوئ معاف کړه. ځکه چې هغوئ نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“ سپاهيانو د هغۀ په جامو خسڼے واچولو او په خپلو کښې يې وويشلې.</verse>
				<verse number="35">او خلق يې تماشې ته ولاړ وُو او د هغوئ حاکمانو په هغۀ پورې ټوقې کولې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول، اوس دې خپل ځان بچ کړى کۀ چرې دے په رښتيا د خُدائ پاک غوره شوے مسيح وى.“</verse>
				<verse number="36">سپاهيانو هم په هغۀ پورې ټوقې وکړې او هغۀ له يې سرکه ورکړه.</verse>
				<verse number="37">او ورته يې وئيل چې، ”کۀ چرې تۀ د يهوديانو بادشاه يې نو خپل ځان بچ کړه.“</verse>
				<verse number="38">د هغۀ د سر دپاسه يې يوه تختۍ لګولې وه چې پرې داسې ليکل وُو چې، ”دا د يهوديانو بادشاه دے.“</verse>
				<verse number="39">په هغه مجرمانو کښې يو چې ورسره په څنګ کښې راځوړند وو عيسىٰ ته پېغور ورکړو، ”ولې تۀ مسيح نۀ يې څۀ؟ نو بيا خپل ځان او مونږ هم بچ کړه.“</verse>
				<verse number="40">خو دوېم مجرم په دې هغه ورټلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک نه نۀ يرېږې څۀ؟ تا ته هم د دۀ په شان سزا درکولے کيږى.</verse>
				<verse number="41">مونږ سره خو اِنصاف شوے دے. مونږ ته خو د خپل عمل سزا مِلاو شوه، ولې دۀ خو هيڅ بد کار نۀ دے کړے.“</verse>
				<verse number="42">او هغۀ ورته ووئيل، ”اے عيسىٰ، کله چې تۀ خپلې بادشاهۍ ته ورسيږى نو ما هم ياد ساته.“</verse>
				<verse number="43">عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به نن ما سره په جنت فردوس کښې يو ځائ يې.“</verse>
				<verse number="44">د غرمې وخت وو او په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د ماسپښين تر درېو بجو پورې وه.</verse>
				<verse number="45">نمر پټ شو او د خُدائ د کور پړده په مينځ دوه شوه.</verse>
				<verse number="46">نو بيا عيسىٰ يوه تېزه کريکه وويسته او وې فرمائيل، ”اے پلاره، زۀ خپل روح ستا لاسونو ته سپارم.“ او دې وئيلو سره يې ساه ورکړه.</verse>
				<verse number="47">نو د دې هر څۀ په ليدلو صوبه دار د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”بې‌شکه چې دا سړے بې‌ګناه وو.“</verse>
				<verse number="48">خو هغه ټول خلق چې دې تماشې ته راجمع شوى وُو کله چې هغوئ دا واقعه وليدله نو ماتم يې وکړو او کورونو ته واپس لاړل.</verse>
				<verse number="49">د عيسىٰ ټول دوستان هلته لرې ولاړ وُو او کومې ښځې چې د ګليل نه ورپسې راغلې وې، هغوئ هم ورسره ولاړې وې او دا هر څۀ هغوئ په خپله وليدل.</verse>
				<verse number="50">نو بيا هلته يوسف نومې يو سړے وو چې د جرګې ممبر او نېک او صادق سړے وو.</verse>
				<verse number="51">د هغۀ د هغوئ په دې فېصلې او صلاح کښې ورسره راضى نۀ وو. چې د يهوديانو د ارمتيه ښاريې سره يې تعلق وو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ په انتظار وو.</verse>
				<verse number="52">نو هغه بيا پيلاطوس له لاړو او د عيسىٰ لاش يې ترې وغوښتو.</verse>
				<verse number="53">بيا هغۀ لاش د سولۍ نه راکوز کړو او د کتان کفن يې ورکړو او په غار کښې يې په کنستلے شوى قبر کښې کېښودو چې د دې نه وړاندې په کښې څوک اېښودے شوے نۀ وو.</verse>
				<verse number="54">دا د تيارۍ کولو ورځ وه او د سبت ورځ شروع کېدونکې وه.</verse>
				<verse number="55">کومې ښځې چې ورسره د ګليل نه راغلې وې هغوئ يوسف پسې وې او هغوئ قبر په نښه کړو او دا يې کتل چې د عيسىٰ لاش يې چرته ښخ کړو.</verse>
				<verse number="56">بيا هغوئ کور ته لاړې او عُود او لوبان يې تيار کړل خو د شريعت په مطابق يې د سبت په ورځ آرام وکړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">خو د اِتوار په ورځ سحر وختى هم هغه ښځې قبر له راغلې او هغه تيارې کړې خوشبويۍ يې د ځان سره راوړې.</verse>
				<verse number="2">خو هغوئ د غار نه کاڼے رغړېدلے وليدو.</verse>
				<verse number="3">خو کله چې هغوئ دننه ورغلې هغوئ د مالِک عيسىٰ لاش هلته ونۀ موندلو.</verse>
				<verse number="4">دوئ لا په دې واقعه حېرانې ولاړې وې چې ناګهانه دوه سړى په برېښناکو جامو کښې هغوئ سره ودرېدل.</verse>
				<verse number="5">هغوئ يرېدلې او خپل سرونه يې زمکې ته ټيټ کړل خو سړو ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ژوندى په مړو کښې ولې لټوئ؟</verse>
				<verse number="6">هغه دلته نشته، هغه بيا ژوندے شوے دے. تاسو هغه خبرې رايادې کړئ څۀ وخت چې هغه لا په ګليل کښې وو او درته يې کړې وې</verse>
				<verse number="7">چې، اِبن آدم به ضرور د ګناهګارو سړو لاسونو ته حواله شى او په سولۍ به کړے شى او په درېمه ورځ به بيا ژوندے پاڅى.“</verse>
				<verse number="8">بيا هغوئ ته د عيسىٰ خبرې وريادې شوې،</verse>
				<verse number="9">او د قبر نه په واپسۍ هغوئ دا ټولې خبرې هغه يوولسو مريدانو او نورو ټولو خلقو ته واورولې.</verse>
				<verse number="10">دا مريم مګدلينى، يوانه او د يعقوب مور مريم وه او دوئ سره نورې ښځې وې چا چې رسولانو ته دا خبرې وکړې.</verse>
				<verse number="11">خو دا خبرې هغوئ ته بې‌کاره ښکاره شوې او په هغوئ يې باور ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="12">خو پطروس پاڅېدلو او قبر له په منډه لاړو او چې غار ته ورټيټ شو او دننه يې وکتل نو هغۀ صرف د کتان کفن وليدو، بيا هغه په دې شوې واقعه کور ته په سوچونو کښې ډوب لاړو.</verse>
				<verse number="13">هم په هغه ورځ اِماوس نومې کلى ته د دوئ نه دوه کسان روان وُو چې د يروشلم نه تقريباً اووۀ ميله لرې دے.</verse>
				<verse number="14">هغوئ په خپلو کښې يو بل سره په دې واقعاتو خبرې کولې.</verse>
				<verse number="15">کله چې هغوئ يو بل سره په دې بحث کښې لګيا وُو نو عيسىٰ په خپله راغلو او د هغوئ سره يو ځائ روان شو.</verse>
				<verse number="16">خو د هغوئ په سترګو پرده اچولے شوې وه د دې دپاره چې هغه ونۀ پېژنى.</verse>
				<verse number="17">هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”دا تاسو په تلو تلو کښې د يو بل سره په څۀ خبره بحث کولو؟“ هغوئ غم زپلى ودرېدل.</verse>
				<verse number="18">نو په هغوئ کښې يو کس چې نوم يې کليوپاس وو ورته جواب ورکړو، ”ولې تۀ په يروشلم کښې واحد مسافر يې چې د دې واقعې نه ناخبره يې چې په تېرو څو ورځو کښې هلته څۀ شوى دى؟“</verse>
				<verse number="19">هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”څۀ شوى دى؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د عيسىٰ ناصرى په حقله چې د خُدائ پاک او ټولو خلقو په نظر کښې په کلام او عمل دواړو کښې يو زورَور نبى وو.</verse>
				<verse number="20">او زمونږ مشرانو اِمامانو او حاکمانو هغه حواله کړو چې د مرګ حُکم پرې وشى او په سولۍ يې کړى.</verse>
				<verse number="21">خو زمونږ دا طمع وه چې هم دے به بنى اِسرائيلو له خلاصون ورکوى. خو نن درېمه ورځ ده چې دا واقعه شوې ده.</verse>
				<verse number="22">خو د دې هر څۀ نه علاوه زمونږ د قبيلې يو څو ښځو مونږ په دې خبره حق حېران کړُو. هغوئ سحر وختى د هغۀ قبر له تلې وې.</verse>
				<verse number="23">خو چې هغوئ د هغۀ لاش ونۀ موندو او د دې خبر سره واپس راغلې چې هغوئ ته فرښتې ښکاره شوې او ورته يې وفرمائيل چې عيسىٰ ژوندے دے.</verse>
				<verse number="24">نو زمونږ يو څو ملګرى قبر له لاړل او څۀ چې هغه ښځو وئيلى وُو رښتيا هم هغه شان وُو خو هغوئ هغه هلته ونۀ ليدو.“</verse>
				<verse number="25">عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”اے نادانو خلقو تاسو څومره ساده ګان يئ چې د نبيانو په کلام مو باور نۀ دے کړے.</verse>
				<verse number="26">ولې د مسيح دپاره دا مقرر نۀ وُو چې هغه به دا زحمتونه وزغمى او په خپل جلال کښې به داخل شى؟“</verse>
				<verse number="27">بيا عيسىٰ د خپل ځان په حقله هغوئ ته د موسىٰ نه راواخله تر ټولو نبيانو پورې هغه خبرې تشريح کړې کومې چې په صحيفو کښې راغلې وې.</verse>
				<verse number="28">کله چې هغوئ اِماوس کلى ته نزدې شُو نو عيسىٰ خپل ځان داسې ظاهر کړو چې ګنې لا نور هم مخکښې روان دے.</verse>
				<verse number="29">خو هغوئ هغۀ ته په کلکه ووئيل چې، ”مونږ سره پاتې شه اوس ناوخته دے توره شپه راروانه ده.“ نو هغه ورسره لاړو او د هغوئ سره پاتې شو.</verse>
				<verse number="30">کله چې هغه د هغوئ سره خوراک ته کښېناستو نو روټۍ يې راواخسته، شُکر يې پرې وويستو، ټُکړې يې کړه او هغوئ له يې ورکړه.</verse>
				<verse number="31">بيا د هغوئ سترګې وغړېدلې او هغه يې وپېژندلو خو هغه د هغوئ د نظر نه غېب شو.</verse>
				<verse number="32">هغوئ يو بل ته ووئيل، ”زمونږ په زړونو کښې څومره جذبه راغلې وه. کله چې په لاره هغۀ مونږ سره خبرې کولې او د صحيفو تشريح يې کوله.“</verse>
				<verse number="33">بيا هغوئ هم په هغه وخت يروشلم ته واپس روان شول. هلته هغوئ د هغه يوولسو مريدانو او نور ملګرو سره ملاقات وکړو،</verse>
				<verse number="34">او وئيل يې، ”دا رښتيا دى چې مالِک راژوندے شوے دے او شمعون ته ښکاره شوے دے.“</verse>
				<verse number="35">نو بيا هغوئ دواړو ورته د خپلې لارې واقعه بيان کړه چې هغوئ مالِک د روټۍ ماتولو په وخت کښې څنګه وپېژندلو.</verse>
				<verse number="36">مريدانو لا دا خبرې کولې چې ناڅاپه عيسىٰ په خپله د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“</verse>
				<verse number="37">هغوئ يرې او هيبت واخستل او په دې سوچ کښې شُو چې ګنې پيرے يې وليدو.</verse>
				<verse number="38">خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو داسې وار خطا ولې يئ او ځان سره ولې وايئ چې دا څوک دے؟</verse>
				<verse number="39">زما لاسونو او پښو ته خيال وکړئ چې دا زۀ په خپله يم. ما له لاس راوړئ او وګورئ، د پيرى بدن نۀ وى لکه څنګه چې زما دے.“</verse>
				<verse number="40">کله چې هغۀ دا خبرې وکړې نو خپل لاسونه او پښې يې هغوئ ته وښودل.</verse>
				<verse number="41">د هغوئ د خوشحالۍ په وجه اوس لا هم په هغۀ باور نۀ راتلو او حېران وُو، نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو سره د خوراک څۀ بندوبست شته؟“</verse>
				<verse number="42">نو هغوئ ورله د ماهى يوه وريته شوې ډکره ورکړه.</verse>
				<verse number="43">او هغۀ واخستله او د هغوئ په وړاندې يې وخوړله.</verse>
				<verse number="44">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما هغه کلام دے چې کله زۀ تاسو سره وم نو درته به مې وئيل چې د موسىٰ په شريعت کښې د نبيانو په صحيفو کښې او په زبور کښې چې څۀ زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به ضرور پوره شى.“</verse>
				<verse number="45">بيا هغۀ د هغوئ ذهنونه کولاو کړل چې په صحيفو پوهه شى.</verse>
				<verse number="46">هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د پخوا نه دا ليکلے شوى دى چې مسيح به زحمت وزغمى او په درېمه ورځ به د مړو نه بيا ژوندے پاڅى.</verse>
				<verse number="47">او د هغۀ په نامه به ټولو قومونو ته د ګناهونو نه د توبې او د معافۍ وعظ کولے شى. چې د يروشلم نه به شروع شى.</verse>
				<verse number="48">هم تاسو د دې هر څۀ ګواهان يئ.</verse>
				<verse number="49">ګورئ، زۀ تاسو ته هغه څوک درلېږم د چا چې زما پلار تاسو سره وعده کړې وه، خو په دې ښار کښې تر هغې پاتې شئ ترڅو چې په تاسو آسمانى قوت نازل شوے نۀ وى.“</verse>
				<verse number="50">بيا عيسىٰ هغوئ بهر د بيتِ‌عنياه پورې بوتلل او خپل لاسونه يې اوچت کړل او هغوئ له يې برکت ورکړو.</verse>
				<verse number="51">کله چې هغۀ هغوئ له برکت ورکولو نو هغه د هغوئ نه جدا شو او آسمان ته پورته کړے شو.</verse>
				<verse number="52">نو هغوئ د هغۀ عبادت وکړو او ډېر په خوشحالۍ يروشلم ته واپس راغلل.</verse>
				<verse number="53">او هغوئ خپل ټول وخت د خُدائ پاک په کور کښې د خُدائ په ثنا وئيلو کښې تېرولو.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="43">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">کلام د ازل نه موجود وو او کلام د خُدائ پاک سره وو او هغه کلام خُدائ پاک وو،</verse>
				<verse number="2">هغه د ازل نه خُدائ پاک سره وو.</verse>
				<verse number="3">خُدائ پاک هر څيز د هغۀ په وسيله پېدا کړل، يو پېدا شوے څيز هم بغېر د هغۀ نه پېدا نۀ شو.</verse>
				<verse number="4">او دغه کلام د ژوند سرچينه وه او هم دا د ټولو انسانانو دپاره نُور وو.</verse>
				<verse number="5">او نُور په تيارۀ کښې ځليږى او تيارۀ پرې کله هم غالبه نۀ شوه.</verse>
				<verse number="6">خُدائ پاک يو سړے راولېږلو چې نوم يې يحيىٰ وو.</verse>
				<verse number="7">هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو چې ټول خلق د هغۀ د پېغام په وسيله ايمان راوړى.</verse>
				<verse number="8">هغه په خپله خو نُور نۀ وو خو هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو.</verse>
				<verse number="9">هغه حقيقى نُور دُنيا ته راتلونکے وو کوم چې به په هر يو بنى آدم ځليږى.</verse>
				<verse number="10">هغه په خپله هغه دُنيا ته راغلو کومه چې هغۀ پېدا کړې وه خو دُنيا هغه ونۀ پېژندلو.</verse>
				<verse number="11">هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو.</verse>
				<verse number="12">خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى،</verse>
				<verse number="13">داسې اولاد چې نۀ په فطرى طور يا په انسانى خواهشاتو بلکې د خُدائ پاک نه پېدا شو.</verse>
				<verse number="14">نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.</verse>
				<verse number="15">يحيىٰ د هغۀ په حقله ګواهى وکړه. هغۀ په چغو ووئيل چې، ”دا هغه سړے دے چې ما يې ذکر کړے وو چې هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو به راشى خو زما نه به لوئ وى ځکه چې هغه زما نه وړاندې موجود وو.“</verse>
				<verse number="16">ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل.</verse>
				<verse number="18">هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.</verse>
				<verse number="19">د يحيىٰ ګواهى دا وه، چې کله يهوديانو د يروشلم نه اِمامان او ليويان د دې دپاره ورولېږل چې د هغۀ نه تپوس وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“</verse>
				<verse number="20">هغۀ صفا ووئيل او اِنکار يې ونۀ کړو چې، ”زۀ مسيح نۀ يم.“</verse>
				<verse number="21">نو هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”نو تۀ بيا څوک يې؟ تۀ الياس يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه، زۀ هغه نۀ يم.“ ”تۀ هغه نبى يې څۀ چې مونږ يې په اِنتظار کښې يُو؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه.“</verse>
				<verse number="22">بيا هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نو تۀ څوک يې؟ ځکه چې مونږ چا رالېږلى يُو چې هغوئ ته جواب ورکړُو. نو تۀ خپل ځان څۀ ګڼې؟“</verse>
				<verse number="23">هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”زۀ په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز يم چې نعرې وهى، د مالِک لار نېغه کړئ، لکه چې يشعياه نبى فرمائيلى وُو.“</verse>
				<verse number="24">بيا هغه کسان چې فريسيانو رالېږلى وُو</verse>
				<verse number="25">د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”کۀ نۀ تۀ مسيح يې، نۀ الياس يې، نۀ هغه نبى يې، نو تۀ بيا ولې بپتسمه ورکوې؟“</verse>
				<verse number="26">يحيىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”زۀ په اوبو بپتسمه ورکوم خو ستاسو په مينځ کښې يو کس ولاړ دے چې تاسو هغه نۀ پېژنئ،</verse>
				<verse number="27">هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو راځى او زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.“</verse>
				<verse number="28">دا ټولې خبرې د بيتِ‌عنياه په ښار کښې وشوې چې د اُردن بلې غاړې ته دے، چرته چې يحيىٰ بپتسمه ورکوله.</verse>
				<verse number="29">بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.</verse>
				<verse number="30">دا هم هغه دے د چا په حقله چې ما وئيلى وُو چې زما نه به وروستو يو کس راځى څوک چې زما نه لوئ دے ځکه چې هغه زما نه مخکښې موجود وو.</verse>
				<verse number="31">زۀ په خپله هغه نۀ پېژنم، خو زۀ په دې وجه د اوبو سره د بپتسمې ورکولو دپاره راغلم چې هغه بنى اِسرائيلو ته څرګند شى.“</verse>
				<verse number="32">بيا يحيىٰ دا ګواهى ورکړله چې، ”ما روحُ القُدس د آسمان نه لکه د يوې کونترې په شان په راکوزېدو وليدلو چې د هغۀ سره پاتې شو.</verse>
				<verse number="33">ما په خپله دے نۀ پېژندو، خو هغه چا چې زۀ يې د اوبو د بپتسمې ورکولو دپاره رالېږلے يم هغۀ ما ته وفرمائيل، کله چې زما روح په راکوزېدو ووينې او د چا سره پاتې شى نو هم دا هغه کس دے چې په روحُ القُدس به بپتسمه ورکوى.</verse>
				<verse number="34">ما دا په خپله وليدل او زۀ په دې ګواهى کوم چې دا د خُدائ پاک غوره کړے شوے دے.“</verse>
				<verse number="35">په بله ورځ يحيىٰ د خپلو دوو مريدانو سره ولاړ وو</verse>
				<verse number="36">چې عيسىٰ يې په خوا کښې تېر شو. يحيىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل چې، ”دا د خُدائ پاک ګډُورے دے.“</verse>
				<verse number="37">کله چې هغه دوو مريدانو د هغۀ دا خبره واورېدله نو عيسىٰ پسې روان شول.</verse>
				<verse number="38">عيسىٰ چې په شا وکتل نو وې ليدل چې دوئ هغۀ پسې روان دى نو هغۀ ترې تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ ګورئ؟“ هغوئ ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کوم ځائ پاتې کېږې؟“</verse>
				<verse number="39">عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”راشئ او وګورئ،“ نو هغوئ د هغۀ سره لاړل او هغه ځائ يې وليدلو چرته چې هغه پاتې کېدو او هغوئ نوره ورځ د هغۀ سره تېره کړله چې دا تېر ماسپښين وو.</verse>
				<verse number="40">په هغوئ کښې يو اندرياس د شمعون پطروس ورور وو چا چې هغه خبرې واورېدې کومې چې يحيىٰ کړې وې نو بيا هغه عيسىٰ پسې روان شو.</verse>
				<verse number="41">اول کار چې هغۀ وکړو هغه دا وو چې خپل ورور شمعون يې وموندلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”مونږ مسيح موندلے دے.“</verse>
				<verse number="42">نو هغۀ شمعون عيسىٰ له راوستو. عيسىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل، ”تۀ د يوحنا زوئ شمعون يې، تا ته به کائفس وئيلے کيږى، يعنې پطروس چې معنىٰ يې ګټ دے.“</verse>
				<verse number="43">بله ورځ عيسىٰ ګليل ته د تلو نيت وکړو. فيليپوس مخې له ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“</verse>
				<verse number="44">نو فيليپوس د اندرياس او پطروس په شان د بيتِ‌صيدا اوسېدونکے وو.</verse>
				<verse number="45">فيليپوس نتنى‌ايل له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ هغه کس بياموندلو د چا ذکر چې د موسىٰ په شريعت کښې شوے دے او نبيانو کړے دے، چې هغه د ناصرت عيسىٰ د يوسف زوئ دے.“</verse>
				<verse number="46">نتنى‌ايل په حېرانتيا تپوس وکړو چې، ”ناصرت، ولې په ناصرت کښې هم ښۀ څيز پېدا کېدے شى څۀ؟“ فيليپوس جواب ورکړو، ”راشه او په خپله يې وګوره.“</verse>
				<verse number="47">کله چې عيسىٰ نتنى‌ايل په راتلو وليدلو نو وې فرمائيل، ”دا يو رښتينے بنى اِسرائيلى دے، په دۀ کښې هيڅ ټګى نشته.“</verse>
				<verse number="48">نتنى‌ايل ترېنه تپوس وکړو، ”تا زۀ څنګه وپېژندلم؟“ عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”ما تۀ هغه وخت ليدلے وې چې تۀ لا د اينځر د ونې لاندې وې او فيليپوس لا نۀ وې رابللے.“</verse>
				<verse number="49">بيا نتنى‌ايل ووئيل، ”اُستاذه. تۀ د خُدائ پاک زوئ يې او تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه يې.“</verse>
				<verse number="50">عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې ستا د ايمان د راوړو دغه وجه ده چې تا ته مې وئيل چې تۀ مې د اينځر د ونې لاندې ليدلے وې؟ تۀ به د دې نه هم لوئ لوئ کارونه ووينې.“</verse>
				<verse number="51">بيا هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ټولو ته رښتيا وايم چې تاسو به آسمان پرانستے ووينئ او په اِبن آدم به د خُدائ پاک د فرښتو بره ښکته تلل راتلل ووينئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">په درېمه ورځ د ګليل په قانا نومې ځائ کښې يو وادۀ وو. د عيسىٰ مور هم هلته وه،</verse>
				<verse number="2">او عيسىٰ او د هغۀ مريدان هم وادۀ ته رابللے شوى وُو.</verse>
				<verse number="3">کله چې مے ختم شُو نو د عيسىٰ مور هغۀ ته ووئيل، ”دوئ سره نور مے نشته.“</verse>
				<verse number="4">عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”مورې، دا زما کار نۀ دے، زما وخت لا نۀ دے راغلے.“</verse>
				<verse number="5">خو د هغۀ مور خادِمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چې دے درته فرمائى هغه کوئ.“</verse>
				<verse number="6">هلته د کاڼى شپږ چاټۍ خوا په خوا ولاړې وې، دا د يهوديانو د دستور په مطابق د پاکېدو دپاره وې، په هره يوه کښې د شلو نه تر دېرشو ګيلنو پورې ځائ وو.</verse>
				<verse number="7">عيسىٰ خادِمانو ته وفرمائيل چې، ”دا چاټۍ د اوبو نه ډکې کړئ.“ او هغه هغوئ تر خولې خولې کړې.</verse>
				<verse number="8">بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”څۀ ترې وباسئ او د مېلمستيا مشر له يې يوسئ.“ او هغوئ هم دغسې وکړل.</verse>
				<verse number="9">کله چې د مېلمستيا مشر هغه اوبۀ وڅښلې نو هغه په ميو بدلې شوې وې. خو هغۀ ته د دې پته نۀ وه چې دا د کوم ځائ نه راغلى دى اګر چې نوکرانو ته پته وه چا چې اوبۀ راويستلې وې. نو هغۀ د وادۀ زلمے راوغوښتو</verse>
				<verse number="10">او هغۀ ته يې ووئيل، ”هر څوک ښۀ مے اول ورکوى او کمزورى تر هغې ساتى ترڅو چې مېلمانۀ پوره ماړۀ شوى نۀ وى، خو تا خو تر اوسه ښۀ مے لا ساتلى دى.“</verse>
				<verse number="11">د ګليل په قانا کښې د عيسىٰ دا وړومبۍ معجزه او نښه وه چې عيسىٰ پرې خپله لوئى څرګنده کړه، او د هغۀ مريدانو په هغۀ ايمان راوړو.</verse>
				<verse number="12">د دې نه پس عيسىٰ د خپلې مور، وروڼو او مريدانو سره کفرنحُوم ښاريې ته ښکته لاړو او هغوئ هلته يو څو ورځې ايسار شول.</verse>
				<verse number="13">د يهوديانو د فسح د اختر ورځې رانزدې وې نو عيسىٰ بره يروشلم ته لاړو.</verse>
				<verse number="14">هلته هغۀ د خُدائ د کور په دربار کښې د غوَيانو، ګډو او د کونترو خرڅوونکى او صرافان په خپلو کُرسو ناست وليدل.</verse>
				<verse number="15">عيسىٰ د پړى کوړه جوړه کړه او د خُدائ د کور نه يې سوداګر، ګډې او غوَيان بهر وشړل. هغۀ د صرافانو تختې نسکورې کړې، او د هغوئ پېسې يې ونوستلې،</verse>
				<verse number="16">بيا هغۀ د کونترو خرڅوونکو ته وفرمائيل، ”دا څيزونه دلته نه اخوا کړئ زما د پلار د کور نه بازار مۀ جوړَوئ.“</verse>
				<verse number="17">د هغۀ مريدانو ته د صحيفو دا پېشګوئې راياده شوه، ”ستا د کور غېرت به ما وسوزوى.“</verse>
				<verse number="18">بيا يهوديانو عيسىٰ ورټلو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تۀ مونږ ته داسې څۀ معجزه ښودلے شې چې تۀ دا ثابت کړې چې دا اختيار تا سره شته؟“</verse>
				<verse number="19">عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا د خُدائ کور ونړوئ او زۀ به يې په درېو ورځو کښې بيا ودروم.“</verse>
				<verse number="20">بيا يهوديانو ووئيل، ”دا د خُدائ کور خو په شپږ څلوېښت کاله کښې جوړ شوے دے، او تۀ يې راته په درېو ورځو کښې ودروې؟“</verse>
				<verse number="21">خو د خُدائ د کوم کور ذکر چې عيسىٰ کولو هغه د دۀ خپل بدن وو.</verse>
				<verse number="22">د هغۀ د بيا راژوندى کېدو نه پس د هغۀ مريدانو ته راياد شول چې هغۀ څۀ فرمائيلى وُو نو د هغوئ په صحيفو او د عيسىٰ په وينا يقين راغلو.</verse>
				<verse number="23">کله چې عيسىٰ د فسح د اختر دپاره په يروشلم کښې دېره وو نو خلقو هغه معجزې وليدې کومې چې هغۀ ښکاره کړې او ډېرو خلقو په هغۀ ايمان راوړو.</verse>
				<verse number="24">خو عيسىٰ په خپله په هغوئ اعتبار نۀ کولو ځکه چې هغۀ ټول خلق ډېر ښۀ پېژندل.</verse>
				<verse number="25">او د بل چا د پوهولو ضرورت ورته نۀ وو ځکه چې هغه د ټولو خلقو د فطرت نه ښۀ خبر وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">په فريسيانو کښې نيکوديموس نومې يو سړے وو چې د يهوديانو د جرګې مشر وو.</verse>
				<verse number="2">هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې کوې نۀ شى کولے خو کۀ خُدائ پاک ورسره مل نۀ وى.“</verse>
				<verse number="3">عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهى نۀ شى ليدلے ترڅو چې هغه بيا پېدا نۀ شى.“</verse>
				<verse number="4">نيکوديموس هغۀ ته ووئيل، ”نو بيا دا څنګه ممکنه ده چې يو سړے چې بوډا وى نو هغه به بيا څنګه پېدا شى؟ ولې څوک په دوېم ځل د مور ګېډې ته ورننوتے شى څۀ او بيا پېدا کېدے شى؟“</verse>
				<verse number="5">عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ درته رښتيا وايم چې هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهۍ ته نۀ شى داخلېدے ترڅو چې هغه د اوبو او روحُ القُدس نه پېدا نۀ شى.</verse>
				<verse number="6">چې د انسان نه پېدا کيږى هغه جسم دے خو چې د روحُ القُدس نه پېدا کيږى هغه روح دے.</verse>
				<verse number="7">زۀ چې تاسو ته دا ووايم چې تاسو له بيا پېدا کېدل په کار دى نو په دې حېرانېږئ مه.</verse>
				<verse number="8">هوا اخوا ديخوا الوځى. تۀ د دې آواز خو اورې خو دا نۀ شې وئيلے چې دا د کومې راځى او چرته ځى. نو دغه حال د هر هغه چا دے چې د روحُ القُدس نه پېدا شوى دى.“</verse>
				<verse number="9">نيکوديموس ترې بيا تپوس وکړو، ”دا څنګه ممکنه ده؟“</verse>
				<verse number="10">عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ د يهوديانو لوئ اُستاذ يې او د دې نه ناخبره يې؟</verse>
				<verse number="11">زۀ درته رښتيا وايم چې مونږ هغه څۀ وايو چې څۀ راته معلوم دى او د هغې ګواهى ورکوو چې څۀ مو ليدلى دى، خو اوس هم تاسو زمونږ ګواهى نۀ منئ.</verse>
				<verse number="12">کۀ چرې تاسو زما عام خبرې نۀ منئ، نو کۀ زۀ درته آسمانى خبرې وکړم نو تاسو به يې څنګه ومنئ؟</verse>
				<verse number="13">هيڅوک هم چرې آسمان ته نۀ دے ختلے بې د هغۀ نه څوک چې د آسمان نه راکوز شو، يعنې اِبن آدم.</verse>
				<verse number="14">لکه څنګه چې موسىٰ په بيابان کښې مار په ستنې راځوړند کړے وو نو اِبن آدم به ضرور هم دغسې وخېژولے شى،</verse>
				<verse number="15">دې دپاره چې څوک په هغۀ ايمان ساتى نو هغه به د تل ژوندون ومومى.</verse>
				<verse number="16">خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.</verse>
				<verse number="17">خُدائ پاک خپل زوئ دُنيا ته د دُنيا د مجرم کولو دپاره را ونۀ لېږلو بلکې د دې دپاره چې د هغۀ په وسيله دُنيا بچ شى.</verse>
				<verse number="18">څوک چې په هغۀ ايمان راوړى نو هغه به مجرم نۀ شى خو چا چې پرې ايمان نۀ دے راوړے هغه خو د مخکښې نه مجرم شوے دے ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک د اېک يو زوئ په نوم ايمان رانۀ وړو.</verse>
				<verse number="19">او د مجرم کېدلو سبب دا دے چې دُنيا ته نُور راغلو خو خلق د نُور په ځائ په تيارۀ کښې خوشحاله وُو ځکه چې د هغوئ کارونه بد وُو.</verse>
				<verse number="20">هر څوک چې بد کار کوى نو د نُور نه نفرت کوى او نُور ته نۀ راځى د دې دپاره چې د هغوئ بدکارونه ښکاره نۀ شى.</verse>
				<verse number="21">خو څوک چې نېک کارونه کوى هغوئ رڼا ته راځى دپاره د دې چې دا ترې څرګند شى چې د هغوئ کارونه د خُدائ پاک په وسيله دى.“</verse>
				<verse number="22">پس د دې نه عيسىٰ سره د مريدانو يهوديه ته لاړو او د هغوئ سره هلته د څۀ وخت دپاره ايسار شو او خلقو ته يې بپتسمه ورکوله.</verse>
				<verse number="23">يحيىٰ هم په عينون کښې بپتسمه ورکوله، کوم چې شاليم ته نزدې دے، ځکه چې په هغه ځائ کښې اوبۀ ډيرې وې، او خلق هغۀ له راتلل او بپتسمه يې اخستله.</verse>
				<verse number="24">دا د يحيىٰ د قېد کېدو نه وړاندې وُو.</verse>
				<verse number="25">د يحيىٰ د ځينې مريدانو د يو يهودى سره د پاکېدو د دستور په سر بحث وشو.</verse>
				<verse number="26">نو هغوئ يحيىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، تا سره چې د اُردن نه پورې غاړه کوم سړے وو د چا په حقله چې تا ګواهى کړې وه، هغه هم بپتسمه ورکوى، هر څوک ورته ورځى.“</verse>
				<verse number="27">يحيىٰ جواب ورکړو چې، ”انسان يو څيز هم تر هغې حاصلولے نۀ شى ترڅو چې هغۀ ته د آسمان نه مِلاو نۀ شى.</verse>
				<verse number="28">تاسو ته ښۀ پته ده چې ما وئيلى وُو چې زۀ مسيح نۀ يم، زۀ خو د هغۀ نه وړاندې رالېږلے شوے يم.</verse>
				<verse number="29">ناوې د وادۀ د زلمى وى او د وادۀ د زلمى دوست څوک چې ورسره نزدې ولاړ وى نو هغه چې کله د هغۀ خبرې اورى، نو د زلمى په آواز اورېدو ډېر خوشحاليږى. نو دغه شان زما خوشحالى هم پوره کيږى.</verse>
				<verse number="30">هغه به ضرور لوئ او زۀ به ورکوټے شم.</verse>
				<verse number="31">هغه څوک چې د بره نه راځى هغه د ټولو نه لوئ وى. او څوک چې د زمکې وى هغه د دُنيا سره تعلق ساتى او خبرې هم دُنياوى کوى. څوک چې د آسمان نه راځى هغه په ټولو اوچت وى.</verse>
				<verse number="32">هغۀ چې څۀ ليدلى او اورېدلى دى د هغې ګواهى کوى، خو هيڅوک هم د هغۀ ګواهى نۀ منى.</verse>
				<verse number="33">چا چې د هغۀ ګواهى ومنله نو هغۀ د دې خبرې اِقرار وکړو چې خُدائ پاک رښتينے دے.</verse>
				<verse number="34">ځکه څوک چې خُدائ پاک رالېږلے وى هغه د خُدائ کلام بيانوى، ځکه چې خُدائ پاک روحُ القُدس بې‌اندازې ورکوى.</verse>
				<verse number="35">پلار د زوئ سره مينه کوى او هغۀ ته يې ټول اختيار ورکړے دے.</verse>
				<verse number="36">څوک چې په زوئ ايمان ساتى هغه به د تل ژوندون مالِک وى، خو څوک چې د زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندون ونۀ ګورى او تل به د خُدائ پاک د غضب د لاندې وى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">عيسىٰ په دې خبر وو چې فريسيانو دا خبره واورېدله چې هغه د يحيىٰ نه هم زيات مريدان جوړوى او بپتسمه ورکوى.</verse>
				<verse number="2">خو په حقيقت کښې عيسىٰ په خپله نه بلکې مريدانو يې بپتسمه ورکوله.</verse>
				<verse number="3">نو عيسىٰ يهوديه پرېښودله او يو ځل بيا ګليل ته لاړو.</verse>
				<verse number="4">خو هغۀ ته د سامريه نه تېرېدل ضرور وُو،</verse>
				<verse number="5">نو هغه د سامريې سوخار نومې ښار ته راغلو کوم چې هغه پټى ته نزدې وو چې يعقوب خپل زوئ يوسف له ورکړے وو.</verse>
				<verse number="6">هلته کښې د يعقوب کوهے وو او عيسىٰ د خپل سفر نه ستړے شوے وو نو هغه کوهى سره کښېناستو، دا د غرمې وخت وو.</verse>
				<verse number="7">نو بيا يوه سامرى ښځه اوبو وړلو له راغله او عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ما له اوبۀ راکړه.“</verse>
				<verse number="8">د هغۀ مريدان د خوراک سامان اخستو دپاره ښار ته تلى وُو.</verse>
				<verse number="9">سامرى ښځې ورته ووئيل چې، ”تۀ يو يهودى زما غوندې سامرى ښځې نه د څښلو اوبۀ څنګه غواړې؟“ هغې ځکه داسې ووئيل چې يهوديان د سامريانو سره څۀ نۀ شريکوى.</verse>
				<verse number="10">عيسىٰ هغې ته جواب ورکړو چې، ”کۀ چرې تا ته د خُدائ پاک د نعمت پته وے، او بله دا چې څوک چې ستا نه د څښلو اوبۀ غواړى دا څوک دے، نو تا به د هغۀ نه دا خواست کړے وو او هغۀ به تا له د ژوندون اوبۀ درکړې وې.“</verse>
				<verse number="11">ښځې هغۀ ته ووئيل چې، ”سړيه، تا سره خو بوقه هم نشته او دا کوهے ژور دے، نو تۀ به د کوم ځائ نه ما له د ژوندون اوبۀ راوړې؟</verse>
				<verse number="12">ولې تۀ زمونږ د نيکۀ يعقوب نه لوئ سړے يې څۀ، چا چې مونږ له دا کوهے راکړو او په خپله يې د زامنو او څاروو سره د دې نه اوبۀ وڅښلې؟“</verse>
				<verse number="13">عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”هر هغه څوک چې دا اوبۀ وڅښى هغه به بيا هم تږے کيږى.</verse>
				<verse number="14">خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“</verse>
				<verse number="15">ښځې ورته ووئيل، ”سړيه، هغه اوبۀ ما له راکړه نو چې زۀ بيا کله هم تږې نۀ شم او چې بيا اوبو راويستلو له دلته نۀ راځم.“</verse>
				<verse number="16">عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”لاړه شه، خپل خاوند راوبله او بيا راشه.“</verse>
				<verse number="17">هغې جواب ورکړو چې، ”زما خاوند نشته.“ عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”تۀ دا رښتيا وائې چې ستا خاوند نشته،</verse>
				<verse number="18">خو حقيقت دا دے چې تا پينځۀ مړونه کړى دى او اوس چې څوک تا سره دے ستا خاوند نۀ دے. تا چې څۀ ووئيل هغه رښتيا دى.“</verse>
				<verse number="19">ښځې هغۀ تۀ ووئيل، ”مالِکه، ما ته ښکارى چې تۀ نبى يې.</verse>
				<verse number="20">زمونږ نيکونو په دې غرۀ عبادت کولو خو تاسو يهوديان وايئ چې په کوم ځائ کښې مونږ ته د خُدائ پاک عبادت کول په کار دى هغه په يروشلم کښې دے.“</verse>
				<verse number="21">عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”خورې، باور وکړه چې يو وخت داسې راروان دے چې نۀ خو به تاسو د پلار عبادت په دې غر او نۀ په يروشلم کښې وکړئ.</verse>
				<verse number="22">تاسو سامريان د هغۀ عبادت کوئ چې تاسو يې نۀ پېژنئ، خو مونږ د هغۀ عبادت کوُو چې مونږ يې پېژنو، ځکه چې خلاصون د يهوديانو د خوا نه دے.</verse>
				<verse number="23">خو وخت راروان دے بلکې اوس دے چې رښتينى عبادت کوونکى به پلار ته په روح او په رښتيا سره عبادت وکړى او پلار هم دغه شان عبادت کوونکى غواړى.</verse>
				<verse number="24">خُدائ پاک روح دے او هر څوک چې د هغۀ عبادت کوى نو هغه دې هم په روح او په رښتيا د هغۀ عبادت کوى.“</verse>
				<verse number="25">ښځې جواب ورکړو، ”زۀ پوهېږم چې مسح کړے شوے، يعنې مسيح راتلونکے دے. هر کله چې هغه راشى نو هغه به مونږ ته هر څۀ بيان کړى.“</verse>
				<verse number="26">عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هغه زۀ يم، زۀ چې تا سره خبرې کوم.“</verse>
				<verse number="27">په دغه وخت د هغۀ مريدان واپس راغلل او ډېر حېران شول چې هغه يې يوې ښځې سره په خبرو وکتلو خو په هغوئ کښې يو کس هم ونۀ وئيل چې، ”تۀ د دې نه څۀ غواړې،“ يا ”تۀ د دې سره خبرې ولې کوې؟“</verse>
				<verse number="28">نو ښځې بيا خپل منګے پرېښودو او ښار ته واپس په منډه لاړه او هلته يې خلقو ته ووئيل چې،</verse>
				<verse number="29">”راشئ، يو داسې سړے ووينئ چې ما څۀ کړى وُو هغه ټول يې راته ووئيل. کېدے شى چې دا مسيح وى؟“</verse>
				<verse number="30">نو خلق د ښار نه راووتل او د عيسىٰ طرف ته روان شول.</verse>
				<verse number="31">په دې دوران کښې مريدانو په هغۀ زور ولګولو چې، ”اُستاذه، لږ څۀ وخوره.“</verse>
				<verse number="32">خو هغۀ مريدانو ته وفرمائيل، ”ما سره داسې خوراک دے چې تاسو ته يې هيڅ پته نشته.“</verse>
				<verse number="33">بيا مريدانو يو تر بله ووئيل چې، ”ولې چا هغۀ له خوراک راوړے دے څۀ؟“</verse>
				<verse number="34">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.</verse>
				<verse number="35">ولې تاسو دا نۀ وايئ چې څلور مياشتې نورې دى او بيا به لَو ګډ شى؟ خو زۀ تاسو ته دا وايم چې ګېرچاپېره پټو ته وګورئ چې د لَو کولو دپاره تيار دى.</verse>
				<verse number="36">اوس هم لَوګرى لګيا دى خپله مزدورى اخلى او د تل ژوندون دپاره مېوه راټولوى د دې دپاره چې کرونکى او لَوګرى دواړه په شريکه خوشحالى وکړى.</verse>
				<verse number="37">ځکه دا متل رښتيا دے چې يو يې کَرى او بل يې رېبى.</verse>
				<verse number="38">ما تاسو ولېږلئ چې هغه فصل وريبئ په کوم چې تاسو څۀ کړاؤ نۀ دے کړے، نورو محنت وکړو او تاسو د هغوئ په محنت کښې شريک شوئ.“</verse>
				<verse number="39">د هغه ښار ډېرو سامريانو په عيسىٰ ايمان راوړو د هغه ښځې د ګواهۍ په وجه چې، ”دۀ ما ته هغه هر څۀ ووئيل څۀ چې ما کله هم کړى وُو.“</verse>
				<verse number="40">نو کله چې سامريان هغۀ له راغلل نو مِنت يې ورته وکړو چې مونږ سره پاتې شه، نو هغه هلته دوه ورځې ايسار شو.</verse>
				<verse number="41">او د هغۀ د کلام په وجه نورو ډېرو خلقو په هغۀ ايمان راوړو.</verse>
				<verse number="42">او هغوئ هغه ښځې ته ووئيل چې، ”مونږ صرف ستا د وينا په وجه په دۀ ايمان نۀ دے راوړے، ځکه چې مونږ اوس په خپله د هغۀ واورېدل او مونږ ته پته ولګېده چې دے په حقيقت کښې د دُنيا خلاصونکے دے.“</verse>
				<verse number="43">کله چې دوه ورځې تېرې شوې نو عيسىٰ د هغه ځائ نه ګليل ته روان شو.</verse>
				<verse number="44">نو عيسىٰ په خپله دا فرمائيلى وُو چې يو نبى هم په خپل ښار کښې عزتمند نۀ وى.</verse>
				<verse number="45">نو کله چې هغه ګليل ته راورسېدو نو ګليليانو د هغۀ هرکلے وکړو ځکه چې هغوئ په دغه وخت کښې د فسح اختر دپاره په يروشلم کښې موجود وو او د هغۀ ټول کارونه يې په خپله وليدل.</verse>
				<verse number="46">عيسىٰ يو ځل بيا د ګليل قانا نومې ځائ ته لاړو چرته چې هغۀ اوبۀ په ميو بدلې کړې وې. هلته يو سرکارى آفسر وو چې زوئ يې په کفرنحُوم کښې ناجوړه پروت وو.</verse>
				<verse number="47">کله چې هغۀ واورېدل چې عيسىٰ د يهوديه نه ښکته ګليل ته راغلے دے نو هغه ورله ورغلو او مِنت يې ورته وکړو چې، ”ما سره لاړ شه او زما زوئ جوړ کړه ځکه چې هغه مرګى حال پروت دے.“</verse>
				<verse number="48">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”ترڅو چې تاسو خلق لوئ نښې ونۀ ګورئ نو تر هغې تاسو ايمان نۀ راوړئ.“</verse>
				<verse number="49">هغه آفسر ورته ووئيل چې، ”صاحبه، ما سره سمدستى لاړ شه زما زوئ مرګى حال دے.“</verse>
				<verse number="50">عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کور ته لاړ شه، ستا زوئ به ژوندے پاتې شى.“ عيسىٰ چې څۀ وفرمائيل هغه سړى پرې يقين وکړو او کور ته روان شو.</verse>
				<verse number="51">هغه لا په لاره وو چې نوکرانو يې ورته خبر راوړو چې، ”زوئ خو دې په ښۀ کېدو او ژوندے دے.“</verse>
				<verse number="52">نو هغۀ تپوس ترېنه وکړو چې، ”څۀ وخت هغه په ښۀ کېدو شو؟“ هغوئ ورته ووئيل چې، ”پرون ماسپښين يوه بجه هغه تبې پرېښودلو.“</verse>
				<verse number="53">نو پلار يې پوهه شو چې دا هم هغه وخت وو چې عيسىٰ هغۀ ته فرمائيلى وُو چې، ”زوئ به دې ښۀ شى،“ نو هغۀ سره د ټول خاندانه پرې ايمان راوړو.</verse>
				<verse number="54">د يهوديه نه ګليل ته په راتلو دا د عيسىٰ دوېمه معجزه وه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">د دې نه پس د يهوديانو اختر وو، او عيسىٰ يروشلم ته لاړو.</verse>
				<verse number="2">په يروشلم کښې د ګډو د دروازې سره نزدې يو تالاب دے چې پينځۀ دالانونه په کښې ولاړ دى چې په آرامى ژبه کښې ورته بيت‌حسدا وائى.</verse>
				<verse number="3">په دې دالانونو کښې ګڼ معذوران، ړاندۀ، ګوډ، شل، پراتۀ وُو.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې وخت په وخت به د خُدائ پاک يوه فرښته دې تالاب ته راکوزېدله او دا اوبۀ به يې خوځولې او هغه څوک چې به د ټولو نه وړومبے دې اوبو ته ورکوز شو نو هر څۀ بيمارى چې به يې وه د هغې نه به روغ شو.</verse>
				<verse number="5">په دغه خلقو کښې يو سړے وو چې د دوه کم څلوېښتو کالو راسې شل وو.</verse>
				<verse number="6">کله چې عيسىٰ هغه هلته پروت وليدو او د دې نه خبر شو چې دے د ډيرې مودې راسې بيمار دے، نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تۀ غواړې چې روغ شى؟“</verse>
				<verse number="7">بيمار سړى جواب ورکړو چې، ”صاحبه، زما هيڅوک نشته چې کله اوبۀ وخوځولے شى نو چې ما دې تالاب ته ورکوز کړى. او کله چې زۀ اوبو له وررسم نو بل زما نه مخکښې وردانګلى وى.“</verse>
				<verse number="8">بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”پاڅه، خپله بستره دې واخله او ځه.“</verse>
				<verse number="9">سړے سمدستى جک جوړ شو، او خپله بستره يې واخستله او روان شو. دا د سبت ورځ وه.</verse>
				<verse number="10">نو يهوديانو هغه روغ کړے شوى سړى ته ووئيل، ”دا د سبت ورځ ده. په شريعت کښې د سبت په ورځ تا ته د خپلې بسترې د وړلو اجازت نشته.“</verse>
				<verse number="11">خو هغۀ جواب ورکړو چې، ”کوم سړى چې زۀ روغ کړم هغۀ ما ته وفرمائيل چې خپله بستره واخله او ځه.“</verse>
				<verse number="12">هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”هغه سړے څوک دے چې تا ته يې ووئيل چې خپله بستره واخله او ځه؟“</verse>
				<verse number="13">خو هغه روغ شوى سړى ته دا پته ونۀ لګېده چې هغه څوک وو ځکه چې هلته ډېره ګڼه وه او عيسىٰ په ګڼه کښې غېب شو.</verse>
				<verse number="14">د دې نه پس عيسىٰ هغه د خُدائ په کور کښې وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”وګوره، تۀ ښۀ شوے يې. نوره ګناه مۀ کوه، چې د دې نه درته زيات تکليف پېښ نۀ شى.“</verse>
				<verse number="15">هغه سړے په مخه لاړو او د يهوديانو مشرانو ته يې ووئيل چې، ”دا هغه عيسىٰ وو چې ما له يې شفا راکړه.“</verse>
				<verse number="16">نو په دې وجه د يهوديانو مشرانو د عيسىٰ زورول شروع کړل ځکه چې هغۀ دا کارونه د سبت په ورځ کول.</verse>
				<verse number="17">نو عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”زما پلار لا تر اوسه کار کوى او زۀ هم کار کوم.“</verse>
				<verse number="18">په دې وجه يهوديان نور هم د هغۀ په مرګ پسې شول ځکه چې يواځې دا نه چې هغۀ د سبت حُکم ماتولو بلکې هغۀ خُدائ پاک ته خپل پلار وئيلو او خپل ځان يې د خُدائ پاک سره برابر ګڼلو.</verse>
				<verse number="19">عيسىٰ هغوئ ته دا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، زوئ په خپله هيڅ نۀ شى کولے بې له هغه کار نه چې خپل پلار يې په کولو ليدلے وې. ځکه څۀ چې پلار کوى هم هغه شان يې زوئ کوى.</verse>
				<verse number="20">ځکه چې پلار د زوئ سره مينه کوى او خپل ټول کارونه ورته څرګندوى. او د دې نه زيات لوئ کارونه به هغه ورته څرګند کړى نو تاسو به ورته حېران شئ.</verse>
				<verse number="21">لکه څنګه چې پلار مړى پاڅوى او هغوئ له ژوند ورکوى دغه شان زوئ هم هر هغه چا له چې غواړى ژوند ورکوى.</verse>
				<verse number="22">بيا دا چې پلار د هيچا عدالت هم نۀ کوى بلکې دا ټول اختيار يې زوئ ته سپارلے دے</verse>
				<verse number="23">نو چې ټول د زوئ داسې عزت کوى لکه څنګه چې هغوئ د پلار عزت کوى. څوک چې د زوئ عزت نۀ کوى هغه د هغه پلار عزت نۀ کوى چا چې هغه رالېږلے دے.</verse>
				<verse number="24">زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے.</verse>
				<verse number="25">زۀ تاسو ته رښتيا وايم، يو وخت داسې راروان دے بلکې راغلے دے چې مړى به د خُدائ پاک د زوئ آواز اورى او چې څوک يې واورى هغه به راژوندى شى.</verse>
				<verse number="26">ځکه څنګه چې پلار په خپله د ژوندون سرچينه دے هم دغه شان هغۀ خپل زوئ له د ژوندون ورکولو اختيار ورکړے دے.</verse>
				<verse number="27">او هغۀ عيسىٰ ته د عدالت اختيار ورکړو ځکه چې هغه اِبن آدم دے.</verse>
				<verse number="28">په دې مۀ حېرانېږئ ځکه چې داسې وخت راروان دے کله چې هغه ټول څوک چې په قبرونو کښې دى، هغه به د دۀ آواز واورى</verse>
				<verse number="29">او بهر به راوځى. چا چې نېکى کړى وى هغوئ به د تل ژوندون دپاره راپورته شى او چا چې بد کړى وى هغوئ به د عدالت دپاره راپورته کړے شى.</verse>
				<verse number="30">زۀ په خپله هيڅ نۀ شم کولے. څنګه چې خُدائ پاک ما ته فرمائى زۀ هم هغسې فېصله کوم او زما فېصله درسته وى ځکه چې زۀ خپله مرضى نه بلکې د هغه چا مرضى پوره کوم چا چې زۀ رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="31">کۀ چرې زۀ د خپل ځان په حقله ګواهى وکړم نو زما ګواهى رښتينې نۀ ده.</verse>
				<verse number="32">بلکې يو بل څوک هم شته چې هغه زما دپاره ګواهى ورکوى او ما ته پته ده چې د هغۀ ګواهى زما په حقله رښتينې ده.</verse>
				<verse number="33">تاسو يحيىٰ ته خپل پېغام وړُونکى ورلېږل او هغۀ هم د دې حقيقت ګواهى ورکړه.</verse>
				<verse number="34">خو زۀ د انسان د ګواهۍ محتاج نۀ يم خو زۀ دا دې دپاره وايم چې تاسو بچ شئ.</verse>
				<verse number="35">يحيىٰ بلېدونکې ډيوه وه چې رڼا يې کوله او تاسو غوښتل چې د لږ وخت دپاره د هغۀ په رڼا کښې خوشحالى وکړئ.</verse>
				<verse number="36">خو زۀ د يحيىٰ د ګواهۍ نه لويه ګواهى لرم. هغه کارونه چې زما پلار ما ته حواله کړى وُو چې زۀ يې سر ته ورسوم، يعنې هم هغه کارونه چې زۀ يې کوم، دا زما ګواهى ورکوى چې پلار زۀ رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="37">او پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغۀ په خپله زما په حقله ګواهى ورکړې ده. تاسو هيڅکله د هغۀ آواز نۀ دے اورېدلے او نۀ مو د هغۀ صورت ليدلے دے،</verse>
				<verse number="38">او نۀ ستاسو په زړۀ کښې د هغۀ د کلام دپاره ځائ شته ځکه چې تاسو په هغۀ باور نۀ کوئ چا چې هغه رالېږلے دے.</verse>
				<verse number="39">تاسو په غور صحيفې لټوئ ځکه چې تاسو سوچ کوئ چې په دې کښې به ستاسو د تل ژوندون وى خو دا صحيفې هم زما په حقله ګواهى ورکوى.</verse>
				<verse number="40">خو بيا هم تاسو د دې نه اِنکار کوئ چې زما طرف ته راشئ چې د تل ژوندون ومومئ.</verse>
				<verse number="41">زۀ د انسان نه د عزت طمع نۀ کوم.</verse>
				<verse number="42">خو زۀ تاسو پېژنم چې ستاسو په زړُونو کښې د خُدائ پاک مينه نشته.</verse>
				<verse number="43">زۀ د خپل پلار په نوم راغلے يم او تاسو ما نۀ قبلوئ خو کۀ بل څوک په خپله نامه راشى نو تاسو به يې قبول کړئ.</verse>
				<verse number="44">تاسو څنګه د ايمان خاوندان کېدے شئ کله چې تاسو د يو بل نه د عزت اُميد کوئ او د هغه عزت لټون نۀ کوئ کوم چې د واحد خُدائ پاک له طرفه دے؟</verse>
				<verse number="45">دا سوچ مۀ کوئ چې زۀ به د پلار په وړاندې په تاسو اِلزام ولګوم. په تاسو اِلزام لګونکے موسىٰ دے، په چا چې تاسو اُميد ساتئ.</verse>
				<verse number="46">کۀ چرې تاسو په موسىٰ ايمان ساتئ نو په ما به يې هم ساتئ ځکه چې هغۀ زما په حقله ليکلى دى.</verse>
				<verse number="47">خو کۀ تاسو د موسىٰ په کلام ايمان نۀ ساتئ نو زۀ چې څۀ وايم تاسو به په هغې څۀ ايمان وساتئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">د دې نه پس عيسىٰ د ګليل د درياب بلې غاړې ته لاړو چې ورته د تبرياس درياب هم وئيلے کيږى.</verse>
				<verse number="2">او يوه لويه ګڼه ورپسې وه ځکه چې هغوئ هغه معجزې ليدلې وې چې هغۀ د بيمارانو د شفا دپاره کولې.</verse>
				<verse number="3">بيا عيسىٰ غرۀ ته پاس وختلو او هلته د خپلو مريدانو سره کښېناستو.</verse>
				<verse number="4">نو د فسح اختر چې د يهوديانو لوئ اختر دے رانزدې وو.</verse>
				<verse number="5">بيا چې عيسىٰ خپلې سترګې اوچتې کړې نو يوه لويه ګڼه يې وليدله چې د هغۀ په طرف راروانه وه. نو عيسىٰ فيليپوس ته وفرمائيل چې، ”مونږ به د دې خلقو دپاره روټۍ د کوم ځائ نه اخلو؟“</verse>
				<verse number="6">هغۀ دا سوال د هغۀ د آزمېښت دپاره وکړو، ځکه چې هغۀ ته په خپله دا معلومه وه چې هغه به څۀ کوى.</verse>
				<verse number="7">فيليپوس ورته جواب ورکړو چې، ”د دوو سوو دينارو روټۍ به هم کافى نۀ وى چې د دې خلقو لږه لږه ورسى.“</verse>
				<verse number="8">د هغۀ په مريدانو کښې اندرياس چې د شمعون پطروس ورور وو، هغۀ ته ووئيل چې،</verse>
				<verse number="9">”دلته يو هلک دے چې ورسره د اوربشو پينځۀ روټۍ او دوه کبان شته، خو دا د دې دومره ډېرو خلقو دپاره هيڅ هم نۀ دى.“</verse>
				<verse number="10">عيسىٰ وفرمائيل، ”دا خلق کښېنوئ.“ هلته په هغه ځائ کښې ښۀ ډېر واښۀ وُو، نو هغوئ لاندې په زمکه کښېناستل او ټول تقريباً پينځۀ زره سړى وُو.</verse>
				<verse number="11">بيا عيسىٰ روټۍ واخستلې، شُکر يې پرې وکړو او هغه يې په هغه ناستو خلقو تقسيم کړې. او هم دغسې يې د کبانو سره وکړل او هغوئ چې څومره غوښتل نو دومره يې ورکړل.</verse>
				<verse number="12">کله چې ټول ښۀ ماړۀ شول نو هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”دا پاتې شوې ټوکړې راټولې کړئ نو چې هيڅ هم درنه ضائع نۀ شى.“</verse>
				<verse number="13">نو هغوئ هغه راټولې کړې او د اوربشو د پينځو روټو د هغه پاتې شوو ټوکړو نه کومې چې خلقو خوړلې وې دولس ټوکرۍ ډکې شوې.</verse>
				<verse number="14">کله چې خلقو دا معجزه وليدله چې عيسىٰ وکړه هغوئ يو بل ته ووئيل، ”يقيناً دا هغه پېغمبر دے کوم چې دُنيا ته راتلونکے وو.“</verse>
				<verse number="15">کله چې عيسىٰ د هغوې په نيت پوهه شو چې هغوئ هغه خپل بادشاه جوړول غواړى نو هغه په خپله غرۀ ته واپس لاړو.</verse>
				<verse number="16">کله چې ماښام شو نو د عيسىٰ مريدان ښکته د درياب غاړې ته لاړل،</verse>
				<verse number="17">په کِشتۍ کښې کښېناستل او د سيند پورې غاړې کفرنحُوم ته روان شول. نو تيارۀ شوې وه او عيسىٰ لا هغوئ سره مِلاو شوے نۀ وو.</verse>
				<verse number="18">په دې دوران کښې د درياب اوبۀ په اوچتېدو شوې ځکه چې تېز طوفان راغلو.</verse>
				<verse number="19">کله چې هغوئ درې څلور ميله کِشتۍ وچلوله نو هغوئ عيسىٰ د اوبو دپاسه روان وليدو چې د کِشتۍ طرف ته رانزدې کېدو. او هغوئ يرې واخستل،</verse>
				<verse number="20">خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، دا زۀ يم.“</verse>
				<verse number="21">نو بيا هغوئ دا غوښتل چې عيسىٰ کِشتۍ ته راوخېژى او سمدستى کِشتۍ هغه غاړې ته ورسېدله چرته چې دوئ روان وُو.</verse>
				<verse number="22">بل سحر هغه ګڼ خلق چې د درياب په بله غاړه ايسار شوى وُو هغوئ وليدل چې هلته صرف يوه کِشتۍ وه او د دې نه هم خبر شول چې عيسىٰ د خپلو مريدانو سره کِشتۍ ته نۀ وو ختلے، بلکې د هغۀ مريدان د هغۀ نه بغېر تلى وُو.</verse>
				<verse number="23">بيا د تبرياس نه نورې کِشتۍ دېخوا راغلې چرته چې خلقو د مالِک د شُکر ويستلو نه وروستو روټۍ خوړلې وه.</verse>
				<verse number="24">کله چې خلقو وکتل چې نۀ خو عيسىٰ او نۀ يې مريدان هلته شته نو هغوئ په کشتو کښې سوارۀ شول او د عيسىٰ په تلاش کښې پورې غاړه کفرنحُوم ته لاړل.</verse>
				<verse number="25">کله چې هغوئ هغه د درياب په بله غاړه وموندو هغوئ عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کله دلته راغلې؟“</verse>
				<verse number="26">عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما تلاش په دې وجه نۀ کوئ چې تاسو نښې وکتلې بلکې ځکه چې تاسو روټۍ وخوړله او لوږه مو ختمه شوه.</verse>
				<verse number="27">د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“</verse>
				<verse number="28">بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”مونږ له څۀ کول په کار دى چې د خُدائ پاک د رضا کارونه وکړُو؟“</verse>
				<verse number="29">عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”د خُدائ پاک د رضا کار دا دے چې په هغه چا ايمان راوړئ چې هغۀ رالېږلے دے.“</verse>
				<verse number="30">نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ مونږ ته کومه معجزه ښکاره کوې چې مونږ يې ووينو او په تا ايمان راوړو؟ تۀ څۀ کار کولے شې؟</verse>
				<verse number="31">لکه چې زمونږ پلار نيکۀ په صحرا کښې من وخوړل، صحيفې فرمائى چې، موسىٰ هم هغوئ له د آسمان نه من ورکړل چې وې خورى.“</verse>
				<verse number="32">بيا عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موسىٰ نۀ وو چې تاسو له يې د آسمان نه من درکړل بلکې دا زما پلار دے چې تاسو له د آسمان نه حقيقى روټۍ درکوى.</verse>
				<verse number="33">ځکه چې د خُدائ پاک روټۍ هغه ده چې د آسمان نه راکوزيږى او دُنيا ته ژوندون ورکوى.“</verse>
				<verse number="34">نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته دغه روټۍ همېشه راکوه.“</verse>
				<verse number="35">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندون روټۍ يم. څوک چې ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ اوږى کيږى او څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى.</verse>
				<verse number="36">خو ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو زۀ ليدلے يم او بيا هم په ما ايمان نۀ راوړئ.</verse>
				<verse number="37">هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم.</verse>
				<verse number="38">ځکه چې زۀ د آسمان نه د خپلې رضا پوره کولو دپاره نۀ يم راکوز شوے بلکې د هغۀ د رضا پوره کولو دپاره چا چې زۀ رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="39">او دا د هغۀ رضا ده چا چې زۀ رالېږلے يم چې زۀ هغه ټولو نه يو هم ورک نۀ کړم څۀ چې هغۀ ما له راکړى دى بلکې د قيامت په ورځ يې راپاڅوم.</verse>
				<verse number="40">ځکه چې دا زما د پلار مرضى ده چې هر څوک چې زوئ ووينى او په هغۀ ايمان راوړى، هغه به د ابدى ژوندون خاوند شى، او زۀ به هغوئ د قيامت په ورځ بيا راپاڅوم.“</verse>
				<verse number="41">په دې يهوديان د هغۀ په حقله وغورېدل ځکه چې هغۀ وفرمائيل چې، ”زۀ هغه روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده.“</verse>
				<verse number="42">هغوئ ووئيل، ”ولې دا عيسىٰ د يوسف زوئ نۀ دے چې مونږ يې مور او پلار پېژنو، نو بيا څنګه هغه وائى چې زۀ د آسمان نه راکوز شوے يم؟“</verse>
				<verse number="43">نو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”په خپلو کښې مۀ غورېږئ.</verse>
				<verse number="44">څوک هم ما له تر هغې نۀ شى راتلے ترڅو چې هغه پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغه يې ما ته راونۀ لېږى، او زۀ به هغه د قيامت په ورځ راپاڅوم.</verse>
				<verse number="45">دا د نبيانو په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې هغوئ ټولو ته به خُدائ پاک تعليم ورکړى. هر هغه څوک چې د پلار اورى او د هغۀ نه زده کوى هغه ما له راځى.</verse>
				<verse number="46">هيچا پلار نۀ دے ليدلے بغېر د هغۀ نه چې د خُدائ پاک د طرفه دے، صرف هغۀ پلار ليدلے دے.</verse>
				<verse number="47">زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې ايمان راوړى هغه د تل ژوندون خاوند دے.</verse>
				<verse number="48">زۀ د ژوندون روټۍ يم.</verse>
				<verse number="49">ستاسو پلار نيکونو په صحرا کښې من وخوړل خو هغوئ مړۀ شول.</verse>
				<verse number="50">دا هغه روټۍ ده چې د آسمان نه راغلې ده، نو چې څوک دا روټۍ وخورى هغه به نۀ مرى.</verse>
				<verse number="51">زۀ د ژوندون روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده. څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل ژوندے وى. او کومه روټۍ چې زۀ د دُنيا د ژوندون دپاره ورکوم هغه زما بدن دے.“</verse>
				<verse number="52">بيا د يهوديانو په مينځ کښې تېز بحث شروع شو، هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے خپل بدن مونږ ته خوړلو له څنګه راکولے شى؟“</verse>
				<verse number="53">نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ترڅو چې تاسو د اِبن آدم بدن ونۀ خورئ او د هغۀ وينه ونۀ څښئ نو تاسو کښې به ابدى ژوندون نۀ وى.</verse>
				<verse number="54">څوک چې زما بدن وخورى او زما وينه وڅښى هغه د تل ژوندون خاوند دے او زۀ به يې د قيامت په ورځ راپاڅوم.</verse>
				<verse number="55">زما بدن حقيقى خوراک دے او زما وينه حقيقى څښاک دے.</verse>
				<verse number="56">څوک چې زما غوښه خورى او زما وينه څښى هغه په ما کښې او زۀ په هغۀ کښې اوسېږم.</verse>
				<verse number="57">لکه څنګه چې ژوندى پلار زۀ راولېږلم او زۀ د پلار په وجه ژوندے يم، دغه شان څوک چې زما بدن وخورى هغوئ به زما په وجه ژوندى وى.</verse>
				<verse number="58">دا هغه روټۍ ده چې د آسمان نه راکوزه شوې ده او دا د هغه روټۍ په شان نۀ ده چې ستاسو پلار نيکونو وخوړه او مړۀ شول. خو څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل تر تله ژوندى وى.“</verse>
				<verse number="59">عيسىٰ دا خبرې هغه وخت وکړې کله چې هغۀ په کفرنحُوم کښې په عبادتخانه کښې تعليم ورکولو.</verse>
				<verse number="60">کله چې د هغۀ ډېرو مريدانو دا خبرې واورېدې هغوئ ووئيل چې، ”دا تعليم سخت دے، څوک دا منلے شى؟“</verse>
				<verse number="61">خو عيسىٰ خبر وو چې د هغۀ مريدان په دې حقله غوريږى، نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو په دې خفه شوئ؟</verse>
				<verse number="62">بيا به تاسو څۀ سوچ کوئ کۀ تاسو اِبن آدم هغه ځائ ته په ختو ووينئ چرته چې هغه مخکښې وو؟</verse>
				<verse number="63">دا د خُدائ پاک روح دے چې ژوند ورکوى، انسانى بدن بې‌فائدې دے. کومې خبرې چې ما تاسو ته کړې دى هغه روح او ژوند دے.</verse>
				<verse number="64">خو په تاسو کښې ځينې داسې دى چې ايمان نۀ راوړى.“ ځکه چې عيسىٰ ته د اول نه دا پته وه چې څوک به ايمان نۀ راوړى او څوک به په هغۀ مُخبرى کوى.</verse>
				<verse number="65">بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”دغه وجه ده چې ما تاسو ته وفرمائيل چې، هيڅوک هم ما ته نۀ شى راتلے ترڅو چې پلار ورته دا توفيق ورنۀ کړى.“</verse>
				<verse number="66">په دې وجه د عيسىٰ ډېر مريدان د هغۀ نه واوړېدل او نور د هغۀ سره نۀ ګرځېدل.</verse>
				<verse number="67">نو عيسىٰ هغه دولسو مريدانو نه تپوس وکړو، ”ولې تاسو هم ما نه تلل غواړئ؟“</verse>
				<verse number="68">شمعون پطروس ورته جواب ورکړو، ”مالِکه، چا له به مونږ لاړ شُو؟ تا سره خو د تل ژوندون خبرې دى.</verse>
				<verse number="69">زمونږ په تا ايمان دے او زمونږ په دې ايمان دے چې تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“</verse>
				<verse number="70">عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”ولې ما تاسو دولس واړه غوره کړى نۀ يئ څۀ؟ خو په تاسو کښې يو کس شېطان دے.“</verse>
				<verse number="71">هغۀ د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په حقله خبره کوله کوم چې په دولسو مريدانو کښې يو وو، او وروستو يې د عيسىٰ مُخبرى هم وکړله.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">د دې نه پس عيسىٰ ګليل کښې ګېرچاپېره ګرځېدو. هغۀ يهوديه ته تلل نۀ غوښتل ځکه چې يهوديانو موقع لټوله چې هغه مړ کړى.</verse>
				<verse number="2">اوس د يهوديانو د جونګړو اختر هم رانزدې وو.</verse>
				<verse number="3">نو د هغۀ خپلو وروڼو هغۀ ته ووئيل چې، ”تۀ دا علاقه پرېږده او يهوديه ته لاړ شه نو چې ستا مريدان هغه لوئ کارونه چې تۀ يې کوې، ووينى.</verse>
				<verse number="4">ځکه څوک چې غواړى چې مشهور شى نو هغه پټ کارونه نۀ کوى. کۀ چرې تۀ دا کارونه کوې نو دُنيا ته ځان څرګند کړه.“</verse>
				<verse number="5">ځکه چې د هغۀ خپلو وروڼو هم په هغۀ باندې ايمان نۀ ساتلو.</verse>
				<verse number="6">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما دپاره مقرر شوے وخت لا نۀ دے راغلے، خو ستاسو دپاره هر وخت ټيک دے.</verse>
				<verse number="7">دُنيا تاسو نه نفرت نۀ شى کولے خو زما نه نفرت کوى ځکه چې زۀ د دې خلاف ګواهى ورکوم چې د دې کارونه بد دى.</verse>
				<verse number="8">تاسو په خپله اختر له لاړ شئ، زۀ دې اختر له نۀ ځم ځکه چې زما دپاره مقرر شوے وخت لا نۀ دے راغلے.“</verse>
				<verse number="9">د دې فرمائيلو نه پس عيسىٰ په ګليل کښې پاتې شو.</verse>
				<verse number="10">خو کله چې د عيسىٰ وروڼه اختر له لاړل نو هغه په خپله هم لاړو، خو په ښکاره نه بلکې په پټه.</verse>
				<verse number="11">يهوديانو په اختر کښې د هغۀ لټون کولو او تپوس يې کولو چې، ”عيسىٰ چرته دے؟“</verse>
				<verse number="12">او په ګڼه کښې د هغۀ په حقله ګنګوسے روان وو. چا به وئيل چې، ”هغه ښۀ سړے دے،“ خو ځينو به وئيل چې، ”نه، هغه خلق بې‌لارې کوى.“</verse>
				<verse number="13">خو بيا هم خلقو د هغۀ په حقله د يهوديانو د يرې په وجه ښکاره هيڅ نۀ شو وئيلے.</verse>
				<verse number="14">کله چې اختر نيم تېر شو نو عيسىٰ د خُدائ کور ته لاړو او تعليم يې شروع کړو.</verse>
				<verse number="15">يهوديان حېران شول او وې وئيل، ”دې سړى څنګه دومره عِلم حاصل کړو سره د دې چې دۀ خو تعليم نۀ دے کړے؟“</verse>
				<verse number="16">عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما تعليم زما نۀ دے، بلکې دا د هغه چا دے چې زۀ يې رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="17">هر څوک چې غواړى چې د خُدائ پاک رضا پوره کړى، هغه به په دې پوهه شى چې زما تعليم د خُدائ د طرفه دے، يا کۀ زۀ د خپل ځان نه تعليم ورکوم.</verse>
				<verse number="18">څوک چې د خپل ځان نه خبرې کوى هغه خپل عزت غواړى خو څوک چې د خپل رالېږونکى عزت غواړى هغه رښتينے انسان دے او په هغۀ کښې هيڅ ټګى نشته.</verse>
				<verse number="19">ولې موسىٰ تاسو ته شريعت نۀ وو درکړے؟ خو تاسو کښې يو هم پرې عمل نۀ کوئ. تاسو ولې زما د مړ کولو موقع ګورئ؟“</verse>
				<verse number="20">ګڼې جواب ورکړو، ”په تا پيريان ناست دى. څوک ستا د وژلو کوشش کوى؟“</verse>
				<verse number="21">عيسىٰ جواب ورکړو، ”ما يوه معجزه وکړله او تاسو ټول حېران شوئ.</verse>
				<verse number="22">خو موسىٰ تاسو ته د سنت کولو شريعت درکړو، اګر چې دا د موسىٰ د طرف نه نۀ وو بلکې د پلار نيکۀ د وخت نه راروان وو، او تاسو د سبت په ورځ ماشوم سنتوئ.</verse>
				<verse number="23">کۀ تاسو د سبت په ورځ ماشوم سنتوئ د دې دپاره چې د موسىٰ شريعت مات نۀ شى نو بيا تاسو زما نه په دې وجه ولې خفه يئ چې ما د سبت په ورځ د يو سړى پوره بدن روغ کړو؟</verse>
				<verse number="24">په ظاهرى صورت فېصله مۀ کوئ بلکې په اِنصاف سره فېصله کوئ.“</verse>
				<verse number="25">په دې باندې د يروشلم څۀ خلقو دا وينا شروع کړه، ”ولې دا هغه سړے نۀ دے چې هغوئ يې د وژلو کوشش کوى؟</verse>
				<verse number="26">وګورئ، دے دلته کښې ښۀ په ډاګه لګيا دے او هغوئ ورته هيڅ نۀ وائى. ولې داسې خو نۀ ده چې زمونږ مشران په دې خبر شوى وى چې دے په رښتيا مسيح دے؟</verse>
				<verse number="27">خو مونږ ته پته ده چې دا سړے د کوم ځائ دے خو هر کله چې مسيح راشى نو هيچا ته به پته نۀ وى چې د کوم ځائ دے.“</verse>
				<verse number="28">بيا عيسىٰ چې کله د خُدائ په کور کښې تعليم ورکولو نو چغه يې کړه، ”تاسو ما پېژنئ او تاسو ته پته ده چې زۀ د کوم ځائ يم. خو زۀ په خپله مرضۍ نۀ يم راغلے. خو چا چې زۀ رالېږلے يم هغه رښتونے دے، او تاسو هغه نۀ پېژنئ.</verse>
				<verse number="29">زۀ هغه پېژنم ځکه چې زۀ د هغۀ نه راغلے يم او هغۀ په خپله زۀ رالېږلے يم.“</verse>
				<verse number="30">نو بيا ځينې مشرانو د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هيچا هغۀ ته لاس وانۀ چولو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے.</verse>
				<verse number="31">خو په ګڼه کښې ډېرو په هغۀ ايمان راوړو او هغوئ وئيل چې، ”کله چې مسيح راشى نو ولې هغه به د دې کس نه زياتې معجزې وکړى څۀ؟“</verse>
				<verse number="32">فريسيانو د عيسىٰ په حقله د خلقو غورېدل واورېدل، نو مشرانو اِمامانو او فريسيانو، محافظان د هغۀ نيولو پسې ولېږل.</verse>
				<verse number="33">بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ به څۀ لږې مودې دپاره تاسو سره يم او بيا به زۀ هغۀ له لاړ شم چا چې زۀ رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="34">تاسو به زما لټون کوئ خو ما به پېدا نۀ کړئ او چرته چې به زۀ يم هلته به تاسو نۀ شئ راتلے.“</verse>
				<verse number="35">نو يهوديانو يو تر بله ووئيل چې، ”دے چرته تلل غواړى چې مونږ به يې بيا نۀ شُو موندے؟ ولې دے غواړى چې د يونان هغه ښارونو ته لاړ شى چې په کښې زمونږ خلق اوسيږى، او يونانيانو ته تعليم ورکړى؟</verse>
				<verse number="36">د هغۀ د دې وينا نه مطلب څۀ دے چې، تاسو به زما لټون کوئ خو ما به پېدا نۀ کړئ او چرته چې به زۀ يم هلته به تاسو نۀ شئ راتلے؟“</verse>
				<verse number="37">د اختر په آخرى او د ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودرېدلو او په اوچت آواز يې وفرمائيل، ”کۀ څوک تږے وى هغه دې ما له راشى، هغه دې وڅښى.</verse>
				<verse number="38">او څوک چې په ما ايمان راوړى، لکه چې صحيفې وائى، د ژوندون د اوبو سيندونه به د هغۀ نه بهيږى.“</verse>
				<verse number="39">عيسىٰ دا خبره د هغه روحُ القُدس په حقله وکړه، کوم چې په هغه چا نازلېدونکے وو چا چې په عيسىٰ ايمان راوړو، نو تر دغه وخته روحُ القُدس لا نازل شوے نۀ وو، ځکه چې عيسىٰ لا خپل جلال ته رسېدلے نۀ وو.</verse>
				<verse number="40">کله چې هغوئ د هغۀ دا خبرې واورېدې په ګڼه کښې ځينو ووئيل، ”يقيناً چې دا هغه پېغمبر دے د چا چې مونږ په طمع يُو.“</verse>
				<verse number="41">چا ووئيل چې، ”دا مسيح دے،“ او ځينو ووئيل چې، ”ولې مسيح به د ګليل نه راځى څۀ؟</verse>
				<verse number="42">ولې صحيفې دا نۀ فرمائى چې مسيح به د داؤد د خاندان او د بيت‌لحم نه راځى، د هغه کلى نه چې داؤد په کښې اوسېدلے وو؟“</verse>
				<verse number="43">دغه شان د عيسىٰ په وجه په خلقو کښې بې‌اتفاقى پېدا شوله.</verse>
				<verse number="44">په هغوئ کښې ځينو غوښتل چې ګرفتار يې کړى، خو هيچا هم هغۀ ته لاس وانۀ چولو.</verse>
				<verse number="45">بيا محافظان، مشرانو اِمامانو او فريسيانو له واپس راغلل او هغوئ ورته ووئيل چې، ”تاسو هغه ولې ځان سره رانۀ وستو؟“</verse>
				<verse number="46">محافظانو جواب ورکړو چې، ”هيڅکله هم چا داسې خبرې نۀ دى کړى څنګه يې چې دا سړے کوى.“</verse>
				<verse number="47">فريسيانو ورته ووئيل چې، ”ولې هغۀ تاسو هم بې‌لارې کړئ څۀ؟</verse>
				<verse number="48">زمونږ مشرانو او فريسيانو نه يو هم په هغۀ ايمان نۀ دے راوړے.</verse>
				<verse number="49">خو دا ګڼه چې په شريعت نۀ پوهيږى لعنتيان دى.“</verse>
				<verse number="50">بيا په هغوئ کښې نيکوديموس نومې يو سړى، يعنې هغه سړے چې يو ځل مخکښې عيسىٰ له راغلے وو، هغۀ ووئيل چې،</verse>
				<verse number="51">”ولې شريعت مونږ ته دا اجازت راکوى څۀ چې ترڅو د يو کس بيان په خپله وانۀ ورُو او هغۀ ته د خبرو موقع ورنۀ کړُو نو ولې هغه مونږ مجرم کولے شُو څۀ؟“</verse>
				<verse number="52">هغوئ جواب ورکړو، ”تۀ هم ګليلى يې څۀ؟ وګوره او صحيفې ولوله، نو تۀ به په خپله خبر شې چې يو نبى هم د ګليل نه نۀ راځى.“</verse>
				<verse number="53">نو بيا ټول خپلو کورونو ته واپس لاړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">عيسىٰ د زيتون غر ته وختلو.</verse>
				<verse number="2">بله ورځ سحر وختى هغه بيا د خُدائ کور ته راغلو. ټول خلق ورته راغونډ شول، او هغه کښېناستو او هغوئ ته يې تعليم شروع کړو.</verse>
				<verse number="3">د شرعې عالمانو او فريسيانو يوه ښځه راوسته څوک چې په زنا کښې نيولے شوې وه. او هغه يې په خپل مينځ کښې ودروله.</verse>
				<verse number="4">او هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”اُستاذه، دا ښځه په زنا کولو نيولے شوې ده.</verse>
				<verse number="5">په شريعت کښې موسىٰ مونږ ته حکم کړے دے چې داسې ښځې دې سنګسار کړے شى. نو بيا تاسو په دې حقله څۀ وايئ؟“</verse>
				<verse number="6">هغوئ د هغۀ د آزمېښت دپاره دا سوال وکړو چې هغوئ د هغۀ خلاف څۀ اِلزام پېدا کړى. خو عيسىٰ ټيټ شو او په زمکه يې په ګوته څۀ وليکل.</verse>
				<verse number="7">کله چې هغوئ بار بار د هغۀ نه تپوس کولو نو هغه نېغ ودرېدو او ورته يې وفرمائيل چې، ”په تاسو کښې به په هغې وړومبے د کاڼى ګزار هغه څوک کوى چا چې کله هم ګناه نۀ وى کړى.“</verse>
				<verse number="8">او هغه يو ځل بيا ښکته ټيټ شو او په زمکه يې څۀ وليکل.</verse>
				<verse number="9">کله چې هغوئ دا خبره واورېده نو هغوئ يو يو بهر ووتلو، د ټولو نه اول مشران وتښتېدل، او عيسىٰ د هغې ښځې سره يواځې پاتې شو چې د هغۀ په وړاندې ولاړه وه.</verse>
				<verse number="10">عيسىٰ بيا ودرېدلو هغه ښځې ته يې وفرمائيل، ”هغوئ چرته لاړل؟ ولې تۀ هيچا هم مجرمه نۀ کړې څۀ؟“</verse>
				<verse number="11">هغې جواب ورکړو، ”مالِکه، هيچا هم نه.“ او عيسىٰ وفرمائيل، ”او نۀ دې زۀ مجرمه کوم، ځه لاړه شه، خو بيا کله هم ګناه مۀ کوه.“</verse>
				<verse number="12">عيسىٰ بيا خلقو ته مخاطب شو او وې فرمائيل، ”زۀ د دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به هيڅکله په تيارۀ کښې نۀ ګرځى بلکې هغه به د ژوندون رڼا ومومى.“</verse>
				<verse number="13">بيا فريسيانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ د خپل ځان په حق کښې ګواهى کوې خو ستا ګواهى اعتبارى نۀ ده.“</verse>
				<verse number="14">عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما ګواهى اعتبارى ده کۀ څۀ هم چې زۀ يې د ځان په حق کښې ورکوم، ځکه چې زۀ خبر يم چې زۀ چرته نه راغلے يم او چرته روان يم، خو تاسو ته پته نشته چې زۀ چرته نه راغلے يم او چرته ځم.</verse>
				<verse number="15">تاسو په انسانى بنياد فېصلې کوئ خو زۀ د هيچا فېصله نۀ کوم.</verse>
				<verse number="16">خو کۀ چرې زۀ فېصله کوم نو زما فېصله به ټيک وى، ځکه چې زۀ يواځې نۀ يم کله چې فېصله کوم بلکې زۀ او زما پلار چې زۀ يې رالېږلے يم يې يو ځائ فېصله کوُو.</verse>
				<verse number="17">ستاسو په خپل شريعت کښې يې دا ليکلى دى چې د دوو کسانو ګواهى ټيک ده.</verse>
				<verse number="18">دا زۀ يم چې د خپل ځان په حقله ګواهى کوم او زما بل ګواه زما پلار دے چې زۀ يې رالېږلے يم.“</verse>
				<verse number="19">بيا هغوئ ترې تپوس وکړو، ”ستا پلار چرته دے؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو نۀ خو ما پېژنئ او نۀ زما پلار. کۀ چرې تاسو زۀ پېژندے نو زما پلار به مو هم پېژندو.“</verse>
				<verse number="20">د خُدائ د کور په بيت‌المال کښې عيسىٰ دا خبره د تعليم ورکولو په وخت کښې وکړله، خو هيچا هم هغه ګرفتار نۀ کړو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے.</verse>
				<verse number="21">عيسىٰ يو ځل بيا هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ درنه ځم، او تاسو به ما لټوئ خو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. او چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“</verse>
				<verse number="22">بيا يهوديانو ووئيل، ”ولې دے به خپل ځان وژنى ځکه چې دے دا وائى، چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“</verse>
				<verse number="23">نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو د دې زمکې خلق يئ او زۀ د آسمان، تاسو د دې دُنيا اوسېدونکى يئ خو زۀ د دې دُنيا نۀ يم.</verse>
				<verse number="24">ځکه ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. کۀ چرې تاسو په دې باور نۀ کوئ چې زۀ هغه يم، يعنې، زۀ هم هغه پېغمبر يم نو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ.“</verse>
				<verse number="25">هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”زۀ هم هغه يم چې ما تاسو ته د اول نه وئيلى دى.</verse>
				<verse number="26">ما سره ستاسو د مجرمولو او د وئيلو دپاره ډيرې خبرې دى خو هغه چا چې زۀ يې رالېږلے يم، رښتينے دے او څۀ چې ما د هغۀ نه اورېدلى دى هغه زۀ دُنيا ته وايم.“</verse>
				<verse number="27">هغوئ په دې پوهه نۀ شُو چې عيسىٰ هغوئ ته د خپل پلار په حقله خبرې کولې.</verse>
				<verse number="28">نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې تاسو اِبن آدم په سولۍ وخېژوئ نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ هغه يم، او زۀ په خپل اختيار هيڅ نۀ کوم خو زۀ هغه څۀ وايم، د څۀ چې پلار ما له تعليم راکړے دے.</verse>
				<verse number="29">چا چې زۀ رالېږلے يم هغه ما سره دے. هغۀ زۀ يواځې نۀ يم پرېښے ځکه زۀ همېشه هغه څۀ کوم چې هغه پرې راضى کيږى.“</verse>
				<verse number="30">عيسىٰ چې دا خبرې کولې نو ډېرو پرې ايمان راوړو.</verse>
				<verse number="31">بيا عيسىٰ هغه يهوديانو ته وفرمائيل چا چې په هغۀ ايمان راوړے وو، ”کۀ چرې تاسو زما په کلام عمل کوئ نو تاسو به په رښتيا زما مريدان يئ.</verse>
				<verse number="32">او تاسو به په حقيقت پوهه شئ او حقيقت به تاسو آزاد کړى.“</verse>
				<verse number="33">هغوئ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ د اِبراهيم اولاد يُو، مونږ چرې هم د چا غلامان شوى نۀ يُو. ستا د دې وينا نه څۀ مطلب دے چې تاسو به آزاد شئ؟“</verse>
				<verse number="34">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې ګناه کوى هغه د ګناه غلام دے.</verse>
				<verse number="35">غلام د يو خاندان فرد ګڼلے نۀ شى، خو زوئ همېشه دپاره د خاندان فرد ګڼلے شى.</verse>
				<verse number="36">نو کۀ چرې زوئ تاسو آزاد کړى نو تاسو به په رښتيا سره آزاد يئ.</verse>
				<verse number="37">ما ته پته ده چې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ خو تاسو زما د وژلو موقع ګورئ ځکه چې ستاسو په زړونو کښې زما د کلام دپاره ځائ نشته.</verse>
				<verse number="38">زۀ تاسو ته هغه وايم څۀ چې ما د پلار په حضور کښې ليدلى دى خو تاسو په هغې عمل کوئ څۀ چې تاسو د خپل پلار نه اورېدلى دى.“</verse>
				<verse number="39">هغوئ ورته جواب ورکړو، ”اِبراهيم زمونږ پلار دے.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ چرې تاسو د اِبراهيم اولاد وئ نو تاسو به هغه کارونه کول کوم چې اِبراهيم کول.</verse>
				<verse number="40">خو اوس تاسو کوشش کوئ چې ما ووژنئ ځکه چې ما تاسو ته حقيقت ووئيلو چې ما د خُدائ پاک نه اورېدلے وو. اِبراهيم هيڅکله هم داسې نۀ وُو کړى.</verse>
				<verse number="41">تاسو د خپل پلار غوندې کارونه کوئ.“ هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مونږ حراميان نۀ يُو، او خُدائ پاک په خپله زمونږ پلار دے.“</verse>
				<verse number="42">عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کۀ خُدائ پاک ستاسو پلار وے نو تاسو به ما سره مينه کولے ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه راغلے يم او اوس دلته يم. زۀ په خپله مرضۍ نۀ يم راغلے بلکې زۀ هغۀ رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="43">تاسو ته چې زۀ څۀ وايم په هغې ولې نۀ پوهېږئ؟ دا ځکه چې تاسو زما کلام قبلولے نۀ شئ.</verse>
				<verse number="44">خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے.</verse>
				<verse number="45">نو کله چې زۀ تاسو ته رښتيا وايم خو تاسو په ما يقين نۀ کوئ.</verse>
				<verse number="46">په تاسو کښې څوک ما د ګناه مجرم ثابتولے شى؟ کۀ زۀ رښتيا وايم نو بيا ولې تاسو په ما يقين نۀ کوئ؟</verse>
				<verse number="47">څوک چې د خُدائ پاک دى هغوئ د خُدائ پاک کلام قبلوى. په کومه وجه چې تاسو ورته توجو نۀ ورکوئ هغه دا چې تاسو د خُدائ پاک نه نۀ يئ.“</verse>
				<verse number="48">يهوديانو جواب ورکړو چې، ”ولې زمونږ دا وينا رښتيا نۀ ده چې تۀ سامرى يې او په تا پيريان ناست دى؟“</verse>
				<verse number="49">عيسىٰ وفرمائيل چې، ”په ما پيريان نۀ دى ناست. خو زۀ د خپل پلار عزت کوم خو په دې تاسو ما بې‌عزته کوئ.</verse>
				<verse number="50">زۀ خپله لوئى نۀ غواړم بلکې يو ذات شته چې هغه يې غواړى او هغه صحيح فېصله کوونکے دے.</verse>
				<verse number="51">زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ څوک زما په کلام عمل کوى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى.“</verse>
				<verse number="52">يهوديانو هغۀ ته ووئيل چې، ”اوس زمونږ پوره يقين دے چې په تا پيرے ناست دے. اِبراهيم خو وفات دے او نبيان هم وفات شوى دى او بيا هم تۀ وائې چې، کۀ څوک زما په کلام عمل وکړى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى.</verse>
				<verse number="53">ولې تۀ زمونږ د پلار اِبراهيم نه لوئ يې څۀ، څوک چې وفات دے؟ او نبيان هم وفات شوى دى. نو تۀ خپل ځان څۀ ګڼې؟“</verse>
				<verse number="54">عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ چرې زۀ د خپل ځان لوئى وکړم نو زما لوئى بې‌مطلبه ده. هغه څوک چې ما له لوئى راکوى هغه زما پلار دے د چا په حقله چې تاسو وايئ چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="55">اګر کۀ تاسو هغه نۀ پېژنئ. خو زۀ يې پېژنم. کۀ چرې ما دا ووئيل چې زۀ هغه نۀ پېژنم نو زۀ به هم ستاسو په شان دروغژن يم. خو زۀ هغه پېژنم او د هغۀ په کلام عمل کوم.</verse>
				<verse number="56">ستاسو پلار اِبراهيم په دې خوشحاله وو چې هغه به زما ورځ ووينى. او هغۀ دا ورځ وليدله او خوشحاله شو.“</verse>
				<verse number="57">يهوديانو جواب ورکړو چې، ”تۀ خو لا د پنځوسو کالو هم نۀ يې، نو اِبراهيم دې څنګه وليدو؟“</verse>
				<verse number="58">عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې اِبراهيم لا پېدا شوے نۀ وو چې زۀ موجود وم.“</verse>
				<verse number="59">نو په دې هغوئ د عيسىٰ د ويشتو پسې کاڼى راواخستل خو عيسىٰ خپل ځان په ډډه کړو او د خُدائ د کور نه ووتو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">عيسىٰ چې په لاره تېرېدو نو يو سړے يې وليدو چې پېدائشى ړوند وو.</verse>
				<verse number="2">د هغۀ مريدانو ترې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، ګناه چا کړې ده، دې سړى او کۀ د دۀ مور او پلار، چې دے ړوند پېدا شوے دے؟“</verse>
				<verse number="3">عيسىٰ جواب ورکړو، ”نۀ دې سړى او نۀ د دۀ مور پلار ګناه کړې ده. بلکې هغه ځکه ړوند پېدا شو چې د خُدائ پاک قُدرت په دۀ کښې څرګند شى.</verse>
				<verse number="4">ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.</verse>
				<verse number="5">نو ترڅو چې زۀ په دُنيا کښې يم، زۀ د دُنيا نُور يم.“</verse>
				<verse number="6">دې وئيلو سره عيسىٰ په زمکه وتُوکل او په توکاڼو يې خټه جوړه کړله او هغه يې د هغه سړى په سترګو ومږله،</verse>
				<verse number="7">او ورته يې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د سيلوم په تالاب کښې يې ووينځه.“ د دې لفظ معنىٰ ده، لېږلے شوے، نو هغه سړے لاړو، سترګې يې ووينځلې او چې واپس راغلو بينا شوے وو.</verse>
				<verse number="8">بيا د هغۀ ګاونډيانو او هغه چا چې دے يې پېژندو چې خير به يې غوښتو، هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا هغه سړے نۀ دے چې ناست به وو او خير به يې غوښتو؟“</verse>
				<verse number="9">ځينو ووئيل، ”آو، هم دا هغه سړے دے،“ او نورو ووئيل، ”نه، دا د هغۀ په شان دے.“ هغۀ په خپله ووئيل چې، ”زۀ هم هغه سړے يم.“</verse>
				<verse number="10">هغوئ ترې تپوس وکړو، ”نو ستا سترګې څنګه بينا شوې؟“</verse>
				<verse number="11">هغۀ جواب ورکړو، ”يو سړے چې نوم يې عيسىٰ دے هغۀ خټه جوړه کړه، او زما په سترګو يې ومږله او راته يې وفرمائيل چې د سيلوم تالاب ته لاړ شه او وې وينځه. بيا زۀ لاړم او ومې وينځلې او بينا شوم.“</verse>
				<verse number="12">هغوئ تپوس وکړو چې، ”هغه دے چرته؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته.“</verse>
				<verse number="13">هغه سړے چې مخکښې ړوند وو هغوئ فريسيانو له راوستو.</verse>
				<verse number="14">دا د سبت ورځ وه چې عيسىٰ خټه جوړه کړه او د هغۀ سترګې يې بينا کړې.</verse>
				<verse number="15">بيا فريسيانو ترې هم تپوسونه شروع کړل چې، ”تۀ څنګه بينا شوې؟“ سړى هغوئ ته ووئيل، ”هغۀ زما په سترګو خټه ومږله، بيا هغه ما ووينځلې او اوس زۀ ليدے شم.“</verse>
				<verse number="16">ځينو فريسيانو ووئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک د طرفه نۀ دے ځکه چې د سبت د ورځې احترام نۀ کوى.“ خو نورو ووئيل چې، ”يو ګناه ګار سړے څنګه داسې معجزه کولے شى؟“ او په هغوئ کښې اختلاف پېدا شو.</verse>
				<verse number="17">نو هغوئ د هغه ړوند سړى نه بيا تپوس وکړو چې، ”ستا د هغۀ په حقله څۀ خيال دے؟ ځکه چې هغۀ ستا سترګې بينا کړې دى.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”هغه يو نبى دے.“</verse>
				<verse number="18">خو يهوديانو په دې باور نۀ کولو چې دا سړے ړوند وو او بينا شو ترڅو چې هغوئ د هغۀ مور او پلار راوغوښتل</verse>
				<verse number="19">او تپوس يې ترې وکړو چې، ”دا ستاسو زوئ دے، څوک چې تاسو وايئ چې ړوند پېدا شوے وو؟ نو اوس دے څنګه ليدلے شى؟“</verse>
				<verse number="20">مور او پلار يې جواب ورکړو، ”مونږ ته دا پته ده چې دا زمونږ زوئ دے او چې دے پېدائشى ړوند دے.</verse>
				<verse number="21">خو مونږ ته پته نشته چې دا څنګه دے اوس ليدلے شى، او نۀ مونږ ته پته شته چې چا د دۀ سترګې بينا کړې. د دۀ نه تپوس وکړئ، دے زلمے دے، دے به په خپله حال ووائى.“</verse>
				<verse number="22">د هغۀ مور او پلار د يرې نه داسې ووئيل ځکه چې هغوئ د يهوديانو نه ويرېدل. نو يهوديانو د مخکښې نه دا فېصله کړې وه چې څوک هم عيسىٰ ومنى چې مسيح دے نو هغه به د عبادتخانې نه وشړى.</verse>
				<verse number="23">هم دغه وجه وه چې مور پلار يې ووئيل چې هغه زلمے دے، تپوس ترې وکړئ.</verse>
				<verse number="24">نو بيا په دوېم ځل هغوئ هغه سړے راوغوښتو څوک چې ړوند وو او ورته يې ووئيل، ”خُدائ پاک ته مخ کړه او رښتيا ووايه، خو مونږ ته دا پته ده چې دا سړے ګناه ګار دے.“</verse>
				<verse number="25">هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته چې دے ګناه ګار دے او کۀ نه، خو زۀ د يو څيز نه خبر يم، هغه دا چې زۀ ړوند وم او اوس بينا شوے يم.“</verse>
				<verse number="26">هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”هغۀ تا سره څۀ وکړل؟ هغۀ ستا سترګې څنګه بينا کړې؟“</verse>
				<verse number="27">هغۀ جواب ورکړو چې، ”ما خو تاسو ته ووئيل خو تاسو غوږ نۀ کېښودو، نو تاسو دا بيا ولې اورېدل غواړئ؟ ولې تاسو هم د هغۀ مريدان جوړېدل غواړئ څۀ؟“</verse>
				<verse number="28">نو بيا هغوئ په کنځلو شول او ورته يې ووئيل، ”تۀ د هغۀ مريد يې، خو مونږ د موسىٰ يُو.</verse>
				<verse number="29">مونږ ته پته ده چې خُدائ پاک د موسىٰ سره خبرې کړې وې خو د دې سړى نه خبر نۀ يُو چې دے د کومه راغلے دے.“</verse>
				<verse number="30">سړى جواب ورکړو چې، ”څومره د حېرانتيا خبره ده چې تاسو ته دا پته نشته چې هغه د کومه راغلے دے، خو بيا هم هغۀ زما سترګې بينا کړې.</verse>
				<verse number="31">مونږ ته پته ده چې خُدائ پاک د ګناهګارو نۀ اورى، خو هغه د هغه چا اورى چې د هغۀ عبادت کوى او د هغۀ رضا پوره کوى.</verse>
				<verse number="32">د دُنيا د پېدايښت نه لا چا دا نۀ دى اورېدلى چې چا د پېدائشى ړوند سترګې بينا کړې دى.</verse>
				<verse number="33">کۀ دا سړے د خُدائ پاک د طرفه نۀ وے نو هغۀ هيڅ نۀ شو کولے.“</verse>
				<verse number="34">هغوئ ورته ووئيل چې، ”تۀ خو په خپله بلکل ګناه ګار پېدا شوے يې او اوس مونږ ته د تعليم راکولو کوشش کوې؟“ نو بيا هغوئ هغه د عبادتخانې نه وشړلو.</verse>
				<verse number="35">کله چې عيسىٰ په دې خبر شو چې هغوئ هغه شړلے دے، نو عيسىٰ هغه پېدا کړو او تپوس يې ترې وکړو، ”ستا په اِبن آدم ايمان شته؟“</verse>
				<verse number="36">سړى جواب ورکړو، ”مالِکه، ما ته ووايه هغه څوک دے نو چې زۀ په هغۀ ايمان راوړم.“</verse>
				<verse number="37">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تا هغه وليدو، څوک چې تا سره خبرې کوى هم هغه دے.“</verse>
				<verse number="38">هغۀ ووئيل، ”مالِکه، زما پرې ايمان دے.“ او هغه ورته په سجده پرېوتو.</verse>
				<verse number="39">عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ دې دُنيا ته د عدالت دپاره راغلے يم چې ړاندۀ بينا شى او څوک چې ځان بينا ګڼى هغه ړاندۀ شى.“</verse>
				<verse number="40">ځينى فريسيان چې د هغۀ سره نزدې ولاړ وُو د هغۀ دا خبرې يې واورېدلې او تپوس يې ترې وکړو، ”ولې مونږ ړاندۀ يُو څۀ؟“</verse>
				<verse number="41">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ چرې تاسو ړاندۀ وے نو ستاسو ګناه به نۀ وه خو اوس چې تاسو دا وايئ چې مونږ بينا يُو، نو په دې تاسو ګناه ګار پاتې شوئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر څوک چې د ګډو شپول ته په دروازې نۀ ورننوځى خو په بله لاره وراوړى هغه غل او ډاکو دے.</verse>
				<verse number="2">خو کوم سړے چې په دروازه ورننوځى هغه د ګډو شپونکے دے.</verse>
				<verse number="3">څوکيدار هغۀ ته دروازه کولاووى، او ګډې د هغۀ آواز اورى او هغه خپلې ګډې په نوم رابلى او هغوئ په هغۀ پسې روانې وى.</verse>
				<verse number="4">کله چې هغه خپلې ټولې ګډې رابهر کړې نو هغه ترې وړاندې ځى او ګډې ورپسې، ځکه چې هغوئ د هغۀ آواز پېژنى.</verse>
				<verse number="5">هغوئ به نا آشنا سړى پسې چرې هم نۀ ځى. بلکې هغوئ به د هغۀ نه وتښتى ځکه چې هغوئ د نا آشنا سړى آواز نۀ پېژنى.“</verse>
				<verse number="6">عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال ووئيلو خو هغوئ په دې پوهه نۀ شول چې د هغۀ د دې نه مطلب څۀ وو.</verse>
				<verse number="7">نو عيسىٰ هغوئ ته بيا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې زۀ د ګډو دپاره دروازه يم.</verse>
				<verse number="8">هغوئ ټول چې زما نه مخکښې راغلى وُو غلۀ او ډاکوان وُو، خو ګډو هغوئ ته غوږ ونۀ نيولو.</verse>
				<verse number="9">زۀ دروازه يم. څوک چې زما په وسيله ننوځى هغه به بچ شى. هغه به دننه بهر تلے راتلے شى او د څرن ځائ به ومومى.</verse>
				<verse number="10">غل صرف د غلا د قتل او د تباهۍ دپاره راځى خو زۀ دې له راغلے يم چې خلق ژوندون حاصل کړى او په مکمل ډول پُرسکونه وى.</verse>
				<verse number="11">زۀ ښۀ شپونکے يم او ښۀ شپونکے د ګډو دپاره خپل سر ورکوى.</verse>
				<verse number="12">خو مزدور چې نۀ شپون وى او نۀ يې ګډې خپلې وى، کله چې هغه ليوۀ په راتلو ووينى نو ګډې په ځائ پرېږدى او وتښتى. ليوۀ رمه راګېره کړى او ګډې خورې ورې کړى.</verse>
				<verse number="13">هغه ځکه تښتى چې مزدور دے او د ګډو هيڅ پرواه نۀ کوى.</verse>
				<verse number="14">زۀ ښۀ شپون يم. زۀ خپلې ګډې پېژنم او زما ګډې ما پېژنى،</verse>
				<verse number="15">څنګه چې ما پلار پېژنى او زۀ پلار پېژنم، او زۀ خپل ځان د ګډو دپاره قربانوم.</verse>
				<verse number="16">زما نورې ګډې هم شته چې په دې شپول کښې نشته، زۀ به هغوئ هم ضرور دلته راولم. هغوئ به زما آواز اورى، او بيا به يوه رمه وى او شپونکے به يې هم يو وى.</verse>
				<verse number="17">په دې وجه پلار ما سره مينه کوى ځکه چې زۀ خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې دا بيا ومومم.</verse>
				<verse number="18">دا زما نه څوک نۀ اخلى، خو زۀ دا په خپله مرضۍ قربانوم. دا زما اختيار دے چې ځان قربان کړم او دا مې هم اختيار دے چې دا زۀ بيا ومومم. دا حُکم ما ته خپل پلار راکړے دے.“</verse>
				<verse number="19">د دې خبرو په وجه بيا په يهوديانو کښې بې‌اتفاقى راغله.</verse>
				<verse number="20">په هغوئ کښې ډېرو وئيل چې، ”په دۀ پيريان ناست دى او دے پاګل دے، ولې تاسو دۀ ته غوږ ږدئ؟“</verse>
				<verse number="21">خو نورو وئيل چې، ”په چا چې پيريان ناست وى هغه داسې خبرې نۀ شى کولے. ولې پيرے د ړوند سترګې روغولے شى څۀ؟“</verse>
				<verse number="22">دا د ژمى ورځې وې او په يروشلم کښې د خُدائ د کور د وقف کېدو اختر وو.</verse>
				<verse number="23">او عيسىٰ د خُدائ په کور کښې د سليمان په برانډه کښې ګرځېدو.</verse>
				<verse number="24">يهوديان د هغۀ نه راچاپېره شول او ورته يې ووئيل، ”ترڅو پورې به تۀ مونږ په شک کښې ساتې؟ کۀ تۀ مسيح يې نو مونږ ته صفا صفا ووايه.“</verse>
				<verse number="25">عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ما تاسو ته ووئيل خو تاسو پرې يقين نۀ کوئ. زۀ چې کوم کارونه د خپل پلار په نوم کوم، هغه زما ګواه دى.</verse>
				<verse number="26">خو تاسو پرې يقين نۀ کوئ ځکه چې تاسو زما ګډې نۀ يئ.</verse>
				<verse number="27">زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى.</verse>
				<verse number="28">زۀ هغوئ له د تل ژوندون ورکوم او هغوئ به هيڅکله هم هلاک نۀ شى او هيڅوک به يې هم زما د لاس نه ونۀ شوکوى.</verse>
				<verse number="29">زما پلار چې ما ته هغوئ حواله کړى دى هغه د هر څۀ نه زورَور دے او هيڅ څوک دا د پلار د لاس نه نۀ شى شوکولے.</verse>
				<verse number="30">زۀ او زما پلار يو يُو.“</verse>
				<verse number="31">بيا يهوديانو عيسىٰ پسې کاڼى راوخستل چې پرې وې ولى،</verse>
				<verse number="32">خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما تاسو ته د پلار له طرفه ډېر نېک کارونه وښودل. نو تاسو ما د کوم کار په وجه سنګساروئ؟“</verse>
				<verse number="33">يهوديانو ورله جواب ورکړو چې، ”مونږ تا د څۀ نېک کار په وجه نۀ سنګساروو خو د کُفر په سبب، ځکه چې تۀ خو صرف انسان يې او د خُدايئ دعوىٰ کوې.“</verse>
				<verse number="34">عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ولې ستاسو په شريعت کښې دا نۀ دى ليکلے شوى چې، ”ما وفرمائيل چې تاسو خُدايان يئ؟“</verse>
				<verse number="35">هغه خلق خُدايان بللے کېدل چا ته چې د خُدائ پاک کلام راغلے وو، خو مونږ په دې پوهيږو چې صحيفې بدلېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="36">ولې تاسو دا وئيلے شئ چې څوک چې پلار مقدس کړے دے او دُنيا ته يې رالېږلے دے، هغه کُفر کوى ځکه چې ما وفرمائيل چې زۀ د خُدائ پاک زوئ يم؟</verse>
				<verse number="37">کۀ چرې زۀ د خپل پلار کارونه نۀ کوم، نو په ما ايمان مۀ راوړئ.</verse>
				<verse number="38">خو کۀ زۀ يې کوم، کۀ څۀ هم تاسو په ما ايمان نۀ راوړئ، نو زما په کارونو ايمان راوړئ د دې دپاره چې تاسو ته پته ولګى او پوهه شئ چې پلار په ما کښې دے او زۀ په پلار کښې يم.“</verse>
				<verse number="39">نو هغوئ يو ځلې بيا د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هغه د هغوئ د لاس نه ووتو.</verse>
				<verse number="40">عيسىٰ بيا د اُردن د سيند پورې غاړه هغه ځائ ته لاړو چرته چې به يحيىٰ اول بپتسمه ورکوله. او هغه هلته پاتې شو.</verse>
				<verse number="41">ګڼ خلق ورله راغلل او هغوئ وئيل چې، ”يحيىٰ مونږ ته يوه معجزه هم نۀ وه ښکاره کړې، خو هغۀ چې څۀ د دې سړى په حقله وئيلى وُو هغه رښتيا دى.“</verse>
				<verse number="42">او په هغه ځائ کښې ډېرو خلقو په عيسىٰ ايمان راوړلو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">نو اوس لعزر نومې سړے ناجوړه وو، چې د بيتِ‌عنياه وو کوم چې د مريمې او د هغې د خور مرتا کلے وو.</verse>
				<verse number="2">دا د هغه مريم ورور لعزر ناجوړه وو چا چې په مالِک عطر اچولى وُو او د هغۀ پښې يې په خپلو وېښتو وچې کړې وې.</verse>
				<verse number="3">نو خوېندو يې عيسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”مالِکه، چا سره چې تۀ مينه کوې هغه بيمار دے.“</verse>
				<verse number="4">خو کله چې عيسىٰ دا واورېدل نو وې وفرمائيل، ”دا بيمارى د مرګ نۀ ده، دا خو د خُدائ پاک د جلال څرګندولو دپاره ده نو چې د خُدائ پاک زوئ د دې په وسيله جلال ومومى.“</verse>
				<verse number="5">اګر چې عيسىٰ د مرتا، او د هغې خور او لعزر سره مينه کوله،</verse>
				<verse number="6">خو چې هغۀ د لعزر د بيمارۍ واورېدل نو هغه دوه ورځې نور هم په هغه ځائ کښې ايسار شو.</verse>
				<verse number="7">بيا د دې نه پس عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”راځئ چې يهوديه ته واپس لاړ شُو.“</verse>
				<verse number="8">مريدانو ورته ووئيل چې، ”اُستاذه، څۀ لږ وخت مخکښې يهوديانو ستا سنګسارول غوښتل، او تۀ بيا هلته ځې څۀ؟“</verse>
				<verse number="9">عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې په ورځ کښې دولس ګينټې رڼا نۀ وى څۀ؟ هر څوک چې د ورځې ګرځى تيندک نۀ خورى ځکه چې هغوئ د دې دُنيا رڼا وينى.</verse>
				<verse number="10">خو څوک چې د شپې ګرځى نو تيندک به خورى ځکه چې هغۀ سره رڼا نشته.“</verse>
				<verse number="11">د دې وئيلو نه پس عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زمونږ دوست لعزر اودۀ پروت دے خو زۀ ورځم چې راويښ يې کړم.“</verse>
				<verse number="12">مريدانو هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، کۀ چرې هغه اودۀ وى نو هغه به روغ شى.“</verse>
				<verse number="13">عيسىٰ د هغۀ د مرګ خبره کوله خو د هغوئ خيال وو چې ګنې دے د فطرى اودۀ کېدو خبره کوى.</verse>
				<verse number="14">بيا عيسىٰ هغوئ ته صفا وفرمائيل، ”لعزر مړ دے،</verse>
				<verse number="15">نو ستاسو دپاره دا ښۀ ده چې زۀ هلته نۀ وم نو چې تاسو ايمان راوړئ. خو راځئ چې هغۀ له ورشُو.“</verse>
				<verse number="16">بيا توما چې برغونے ورته وائى، هغۀ نورو مريدانو ته ووئيل، ”راځئ چې مونږ هم لاړ شُو چې د هغۀ سره مړۀ شُو.“</verse>
				<verse number="17">کله چې عيسىٰ ورسېدو نو خبر شو چې څلور ورځې مخکښې لعزر دفن شوے دے.</verse>
				<verse number="18">بيتِ‌عنياه د يروشلم نه څۀ دوه ميله لرې وه</verse>
				<verse number="19">او ډېر يهوديان مرتا او مريمې ته د هغوئ د ورور غمرازۍ له راغلى وُو.</verse>
				<verse number="20">کله چې مرتا د عيسىٰ د راتلو نه خبر شوه نو هغۀ سره مِلاوېدو له ورغله، خو مريم په کور کښې پاتې شوه.</verse>
				<verse number="21">مرتا عيسىٰ ته ووئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ دلته وے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو.</verse>
				<verse number="22">خو زۀ اوس هم پوهېږم چې کۀ تۀ د خُدائ پاک نه هر څۀ وغواړې نو خُدائ پاک به يې درکړى.“</verse>
				<verse number="23">عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ستا ورور به بيا راژوندے شى.“</verse>
				<verse number="24">مرتا هغۀ ته ووئيل، ”خو ما ته پته ده چې د قيامت په ورځ به هغه بيا راژوندے شى.“</verse>
				<verse number="25">عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”زۀ قيامت او ژوندون يم. څوک چې په ما ايمان ساتى کۀ هغه مړ هم شى نو هغه به ژوندے وى،</verse>
				<verse number="26">او څوک چې ژوندے دے او په ما ايمان لرى هغه به هيڅکله هم مړ نۀ شى. آيا ستا په دې يقين دے؟“</verse>
				<verse number="27">هغې هغۀ ته ووئيل، ”آو، مالِکه، زما په دې ايمان دے چې تۀ مسيح يې، د خُدائ پاک زوئ، څوک چې دُنيا ته راتلونکے دے.“</verse>
				<verse number="28">کله چې هغې دا ووئيل، نو هغه واپس لاړه او خپله خور مريم يې راوبلله، او په پټه يې ورته ووئيل، ”اُستاذ دلته دے او هغه تا غواړى.“</verse>
				<verse number="29">کله چې مريم دا واورېدل نو سمدستى پاڅېده او عيسىٰ له ورغله.</verse>
				<verse number="30">خو عيسىٰ لا کلى ته نۀ وو رارسېدلے او لا په هغه ځائ کښې وو چرته چې مرتا هغۀ سره مِلاو شوه.</verse>
				<verse number="31">کوم يهوديان چې د مريم سره غمرازۍ دپاره کور کښې وُو، نو چې هغوئ وليدل چې هغه زر پاڅېده او بهر لاړه نو هغوئ ورپسې روان شول، ځکه چې هغوئ دا ګڼل چې قبر له روانه ده چې پرې وژاړى.</verse>
				<verse number="32">کله چې مريم هغه ځائ له ورغله چرته چې عيسىٰ وو نو د هغۀ په ليدو سره په پښو ورته پرېوتله او هغۀ ته يې ووئيل، ”اے مالِکه، کۀ چرې تۀ دلته وے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو.“</verse>
				<verse number="33">کله چې عيسىٰ مريم او ورسره يهوديان په ژړا وليدل نو هغۀ يو سوړ اسويلے وکړو او ډېر زهير شو.</verse>
				<verse number="34">هغۀ تپوس وکړو چې، ”هغه تاسو کوم ځائ دفن کړے دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”مالِکه، راشه او وې ګوره.“</verse>
				<verse number="35">عيسىٰ په ژړا شو.</verse>
				<verse number="36">يهوديانو ووئيل چې، ”وګوره د دۀ هغۀ سره څومره مينه وه.“</verse>
				<verse number="37">خو ځينو ووئيل چې، ”ولې دې سړى چا چې د هغه ړوند سړى سترګې بينا کړې وې دا نۀ شو کولے چې لعزر يې د مرګ نه بچ کړے وے؟“</verse>
				<verse number="38">عيسىٰ بيا سوړ اسويلے وکړو، او قبر له راغے. دا يو غار وو چې مخې ته يې ګټه اېښودلے شوې وه.</verse>
				<verse number="39">عيسىٰ وفرمائيل، ”دا ګټه لرې کړئ.“ مرتا، د مړ سړى خور، هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، اوس خو به يې بوئ کړے وى ځکه چې د دۀ د مرګ خو څلور ورځې شوې دى.“</verse>
				<verse number="40">عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ولې ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چې کۀ چرې تاسو ايمان لرئ نو تاسو به د خُدائ پاک لوئى ووينئ؟“</verse>
				<verse number="41">نو هغوئ ګټه لرې کړله. بيا عيسىٰ پورته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، زۀ ستا شُکر کوم چې تا زما دُعا واورېدله.</verse>
				<verse number="42">ما ته پته ده چې تۀ همېشه زما اورې، خو ما د دې حاضرو خلقو دپاره سوال وکړو نو چې د دوئ دا باور وشى چې زۀ تا رالېږلے يم.“</verse>
				<verse number="43">بيا کله چې هغۀ دا وفرمائيل نو هغۀ په اوچت آواز چغه کړه، ”لعزره، بهر راوځه.“</verse>
				<verse number="44">نو مړ سړے بهر راووتو، د هغۀ لاس او پښې د کتان په کفن کښې تړلے شوى وُو او مخ يې په ټوکى کښې انغښتے شوے وو. عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دۀ نه کفن لرې کړئ او پرې يې ږدئ چې ځى.“</verse>
				<verse number="45">ډېر خلق چې د مريم سره قبر له راغلى وُو هغوئ چې هغه څۀ وليدل کوم چې عيسىٰ وکړل نو په هغۀ يې ايمان راوړو.</verse>
				<verse number="46">خو په هغوئ کښې ځينې فريسيانو له ورغلل او هغه څۀ يې ورته ووئيل څۀ چې عيسىٰ کړى وُو.</verse>
				<verse number="47">نو مشرانو اِمامانو او فريسيانو يوه جرګه راوبلله او وې وئيل چې، ”مونږ ته څۀ کول په کار دى؟ ځکه چې دا سړے خو ډيرې معجزې ښکاره کوى.</verse>
				<verse number="48">کۀ مونږ دے دغه شان آزاد پرېږدو نو ټول خلق به په دۀ ايمان راوړى، او بيا به روميان راشى او زمونږ ټول قوم او د خُدائ کور به تباه کړى.“</verse>
				<verse number="49">خو په دوئ کښې يو تن چې نوم يې کائفس وو څوک چې په دغه کال د ټولو نه مشر اِمام وو، هغوئ ته ووئيل، ”تاسو په هيڅ نۀ پوهېږئ،</verse>
				<verse number="50">تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې ستاسو دپاره دا غوره ده چې د قوم دپاره دې يو سړے مړ کړے شى، نه چې ټول قوم تباه او برباد شى.“</verse>
				<verse number="51">هغۀ دا د خپله ځانه ونۀ وئيل، بلکې د هغه کال د مشر اِمام په حيثيت يې دا پېشګوئې وکړله چې عيسىٰ به د قوم دپاره قربان شى،</verse>
				<verse number="52">او نۀ صرف د قوم دپاره، بلکې د دې دپاره چې په ټوله دُنيا کښې د خُدائ پاک خوارۀ وارۀ بچى رايوځائ کړى.</verse>
				<verse number="53">نو د هم هغه ورځې نه پس هغوئ د هغۀ د مرګ منصوبه جوړه کړه.</verse>
				<verse number="54">نو په دې وجه عيسىٰ نور د يهوديانو په مينځ کښې آزاد نۀ ګرځېدو بلکې د هغه ځائ نه يو کلى ته لاړو چې نوم يې اِفرائيم وو چې د صحرا سره نزدې مُلک کښې وو او هغه هلته د خپلو مريدانو سره پاتې شو.</verse>
				<verse number="55">اوس د يهوديانو د فسح اختر رانزدې وو او ډېر خلق د کلى نه يروشلم ته د فسح د اختر نه مخکښې لاړل چې خپل ځانونه مقدس کړى.</verse>
				<verse number="56">هغوئ عيسىٰ لټولو او کله چې هغوئ د خُدائ په کور کښې ودرېدل نو د يو بل نه يې تپوس کولو، ”څۀ مو خيال دے؟ ولې هغه به اختر له رانۀ شى څۀ؟“</verse>
				<verse number="57">په دې وخت کښې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا حُکم ورکړے وو چې چا د عيسىٰ پته ولګوله چې چرته دے نو دوئ دې پرې خبر کړى چې هغه ګرفتار کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">د فسح د اختر نه شپږ ورځې مخکښې عيسىٰ بيتِ‌عنياه ته راغے چرته چې د لعزر کور وو، څوک چې هغۀ د مړو نه بيا ژوندے کړے وو.</verse>
				<verse number="2">هلته هغوئ هغۀ له د ماښام مېلمستيا وکړه چې مرتا په کښې خِدمت کولو او لعزر هم د عيسىٰ سره په نورو مېلمنو کښې په دسترخوان ناست وو.</verse>
				<verse number="3">بيا مريم ښۀ قيمتى عطر چې نيم سېر قدرې وُو او د خالص خوشبوداره مرهمو نه جوړ وو راوړل، او د عيسىٰ په پښو يې واچول او هغه يې بيا په خپلو وېښتو وچې کړې او ټول کور د دې عطرو د خوشبويۍ نه ډک شو.</verse>
				<verse number="4">خو په دې يهوداه اِسکريوتى، چې د عيسىٰ يو مريد وو چې لږ وروستو د هغۀ مُخبر کېدونکے وو، ووئيل چې،</verse>
				<verse number="5">”دا عطر په درې سوه ديناره ولې خرڅ نۀ کړے شو چې پېسې يې خوار غريب له ورکړے شوے وے؟“</verse>
				<verse number="6">هغۀ دا خبره په دې ونۀ کړه چې ګنې هغه د خوارانو غمخور وو، خو ځکه چې هغه په خپله غل وو. هغۀ به د هغه پېسو نه هم پټولې کومې به چې د چندې په تيلۍ کښې جمع کېدې او د هغۀ په اختيار کښې به وې.</verse>
				<verse number="7">عيسىٰ وفرمائيل چې، ”هغه خپلې خوښې ته پرېږدئ. هغې دا عطر واخستل چې زما د ښخولو د ورځې دپاره يې وساتى.</verse>
				<verse number="8">ځکه چې غريبانان خو به تل تاسو سره وى خو زۀ به درسره تل نۀ يم.“</verse>
				<verse number="9">کله چې د يهوديانو هغه لويه ګڼه خبر شوه چې هغه هلته دے، هغوئ نۀ يواځې دې له راتلل چې عيسىٰ ووينى خو د لعزر د کتلو دپاره هم څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے وو.</verse>
				<verse number="10">نو مشرانو اِمامانو دا منصوبه جوړه کړه چې لعزر هم مړ کړئ،</verse>
				<verse number="11">ځکه چې د هغۀ په وجه ډېر يهوديان عيسىٰ له ورتلل او په هغۀ يې ايمان راوړو.</verse>
				<verse number="12">په بله ورځ ګڼ خلق چې اختر له راغلى وُو چې د دې نه خبر شول چې عيسىٰ هم يروشلم ته راروان دے،</verse>
				<verse number="13">نو هغوئ د کجورې څانګې واخستلې او د هغۀ استقبال له ورووتل او دا نعرې يې وهلې، ”اُمبارکى. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى، د بنى اِسرائيلو بادشاه دې مبارک وى.“</verse>
				<verse number="14">او عيسىٰ يو کوچاڼے وموندلو او په هغې سور شو، لکه څنګه چې په صحيفو کښې ليکلى دى،</verse>
				<verse number="15">”اے د صيون لورې. مۀ يرېږه. وګوره، ستا بادشاه په کوچاڼى سور راروان دے.“</verse>
				<verse number="16">هغه وخت خو د عيسىٰ مريدان په دې پوهه نۀ شول، خو کله چې عيسىٰ خپلې لويئ ته ورسېدلو نو هغوئ ته بيا ورياد شول چې دا خو د هغۀ په حقله ليکلے شوى وُو او هم دغه شان د هغۀ سره وشول.</verse>
				<verse number="17">نو کوم خلق چې د هغۀ سره وُو کله چې عيسىٰ لعزر ته د قبر نه د راوتلو آواز وکړو او د مړو نه يې بيا ژوندے کړو، نو هغوئ د هغې ګواهى جارى ساتله.</verse>
				<verse number="18">هم دغه وجه وه چې ډېر خلق د هغۀ سره مِلاوېدو له ورغلل، ځکه چې هغوئ اورېدلى وُو چې هم هغۀ دا معجزه کړې ده.</verse>
				<verse number="19">بيا فريسيانو يو بل ته ووئيل، ”تاسو ګورئ چې مونږ هيڅ نۀ شُو کولے، وګورئ، ټوله دُنيا په هغۀ پسې روانه ده.“</verse>
				<verse number="20">يو څو يونانيان په اختر کښې د عبادت دپاره تلى وُو.</verse>
				<verse number="21">هغوئ فيليپوس له راغلل څوک چې د بيتِ‌صيدا د ګليل اوسېدونکے وو، او هغۀ ته يې ووئيل، ”صاحبه، مونږ غواړو چې عيسىٰ سره مِلاو شُو.“</verse>
				<verse number="22">فيليپوس لاړو او اندرياس ته يې ووئيل، بيا هغوئ دواړه لاړل او عيسىٰ يې خبر کړو.</verse>
				<verse number="23">عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”هغه وخت راغلو چې اِبن آدم خپله لوئى ومومى.</verse>
				<verse number="24">زۀ تاسو ته رښتيا وايم ترڅو چې د غنمو دانه په زمکه کښې ونۀ غورزيږى او په خاوره کښې ښخه او مړه نۀ شى تر هغې به دا صرف يوه دانه وى. خو کله چې دا په خاورو کښې ښخه شى نو دا ډېره مېوه پېدا کړى.</verse>
				<verse number="25">هغه څوک چې د خپل ژوند سره مينه کوى هغه به يې بائيلى، او څوک چې په دُنيا کښې د خپل ژوند نه نفرت کوى، هغه به يې د تل ژوندون دپاره وساتى.</verse>
				<verse number="26">کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.</verse>
				<verse number="27">اوس زما زړۀ پرېشانه دے او زۀ څۀ ووايم؟ چې اے پلاره، ما د دې وخت نه بچ کړه؟ خو، هم دا وجه ده چې زۀ دې وخت له راغلے يم.</verse>
				<verse number="28">اے پلاره، خپل نوم ته جلال ورکړه.“ بيا د آسمان نه يو آواز راغلو، ”ما خپل نوم ته جلال ورکړے دے او زۀ به بيا هم جلال ورکړم.“</verse>
				<verse number="29">کومه ګڼه چې هلته ولاړه وه هغوئ دا واورېدل او وئ وئيل چې دا د تندر آواز وو خو نورو ووئيل چې، ”فرښتې هغۀ سره خبرې وکړې.“</verse>
				<verse number="30">عيسىٰ وفرمائيل چې، ”دا آواز زما د ګټې دپاره نه، خو ستاسو دپاره وو.</verse>
				<verse number="31">اوس د دې دُنيا د عدالت وخت دے او د دې دُنيا سردار يعنې شېطان به اوس بهر وويستلے شى.</verse>
				<verse number="32">او کله چې زۀ د زمکې نه وخېژولے شم نو زۀ به ټول خلق خپل ځان ته راکاږم.“</verse>
				<verse number="33">عيسىٰ دې خبرې ته اِشاره وکړه چې هغه به په کوم مرګ مرى.</verse>
				<verse number="34">ګڼې جواب ورکړو چې، ”زمونږ شريعت دا وائى چې مسيح به تل تر تله وى، نو بيا تۀ څنګه وائې چې اِبن آدم به ضرور په سولۍ وخېژولے شى؟ دا اِبن آدم دے څوک؟“</verse>
				<verse number="35">عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”رڼا لږ وخت دپاره تاسو سره ده. ترڅو چې رڼا تاسو سره ده وګرځئ، هسې نه چې تيارۀ مو راګېر کړى. څوک چې په تيارۀ کښې ګرځى، هغۀ ته پته نۀ وى چې چرته روان دے.</verse>
				<verse number="36">ترڅو چې رڼا تاسو سره ده، په رڼا يقين کوئ نو چې تاسو د رڼا زامن شئ.“ د دې خبرو نه پس عيسىٰ د هغوئ نه لاړو او پټ شو.</verse>
				<verse number="37">اګر کۀ عيسىٰ ډيرې معجزې د هغوئ په موجودګۍ کښې وکړې، خو هغوئ په هغۀ باندې ايمان رانۀ وړو</verse>
				<verse number="38">چې د يشعياه نبى دا خبره پوره شى چې فرمائيلى يې وُو، ”اے مالِکه، زمونږ په پېغام باندې چا يقين کړے دے؟ مالِک خُدائ خپل قوت په چا ظاهر کړے دے؟“</verse>
				<verse number="39">په دې وجه هغوئ ايمان راوړلے نۀ شو، ولې چې يشعياه نبى دا هم وفرمائيل چې،</verse>
				<verse number="40">”هغۀ د هغوئ سترګې ړندې کړې دى او زړونه يې ورله سخت کړى دى، نو چې هغوئ په خپلو سترګو ونۀ وينى او په خپلو زړونو کښې پرې پوهه نۀ شى او د رغېدو دپاره ما ته راونۀ ګرځى او زۀ يې روغ کړم.“</verse>
				<verse number="41">يشعياه دا خبرې ځکه وکړې چې هغۀ د عيسىٰ لوئى وليده او د هغۀ په حق کښې يې خبرې کولې.</verse>
				<verse number="42">خو سره د دې په هغوئ کښې ډېرو يهودى مشرانو هم په هغۀ ايمان راوړو، خو د فريسيانو په وجه يې د دې اِقرار نۀ کولو، او د دې يرې چې هغوئ به د عبادتخانې نه بهر کړے شى.</verse>
				<verse number="43">ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک نه د عزت په نسبت د انسان نه عزت حاصلول زيات خوښول.</verse>
				<verse number="44">نو عيسىٰ په اوچت آواز وفرمائيل، ”کۀ څوک په ما ايمان راوړى نو هغه نۀ يواځې دا چې په ما ايمان راوړى بلکې په هغه چا هم چې زۀ يې رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="45">او څوک چې ما وينى هغه، هغه څوک وينى چې زۀ يې رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="46">زۀ دُنيا ته لکه د رڼا په شان راغلے يم د دې دپاره چې څوک په ما ايمان راوړى هغه به په تيارۀ کښې پاتې نۀ شى.</verse>
				<verse number="47">زۀ د هغه چا عدالت نۀ کوم څوک چې زما کلام اورى او تابعدارى يې نۀ کوى ځکه چې زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې د دُنيا عدالت وکړم بلکې د دُنيا د بچ کولو دپاره راغلے يم.</verse>
				<verse number="48">خو څوک چې ما نۀ منى او زما پېغام نۀ قبلوى، د هغۀ دپاره يو منصف شته، يعنې، زما هغه کلام چې ما کړے دے، هغه به په ورځ د آخرت د هغۀ عدالت وکړى.</verse>
				<verse number="49">زۀ په خپل اختيار خبرې نۀ کوم خو پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغۀ ما ته حُکم کړے دے چې څۀ ووايم او څنګه يې ووايم.</verse>
				<verse number="50">او زۀ خبر يم چې د هغۀ حُکم د تل عُمرى ژوندون ورکوى، نو ځکه څۀ چې پلار ما ته فرمائيلى دى، هم هغه څۀ زۀ وايم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">د فسح د اختر نه مخکښې عيسىٰ ته معلومه شوه چې د دُنيا نه د هغۀ د جدايۍ وخت رانزدې شوے دے او هغه به خپل پلار ته ورشى. او د خپلو مريدانو سره يې په دې دُنيا کښې مينه وه، او تر آخره وخته پورې يې ورسره مينه وکړه.</verse>
				<verse number="2">د ماښام د روټۍ وخت وو، او اِبليس د مخکښې نه د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په زړۀ کښې دا خيال اچولے وو چې په عيسىٰ مُخبرى وکړى.</verse>
				<verse number="3">او عيسىٰ پوهه وو چې پلار هغۀ له د هر څۀ اختيار ورکړے دے او چې هغه د خُدائ پاک نه راغلے دے او خُدائ پاک له واپس روان دے.</verse>
				<verse number="4">نو هغه د روټۍ نه پاڅېدو، خپل څادر يې يو طرف ته کېښودو، يوه توليه يې راواخسته او د ملا نه يې تاو کړه.</verse>
				<verse number="5">بيا هغۀ په يو لوښى کښې اوبۀ واچولې او د خپلو مريدانو په پښو وينځلو يې شروع وکړه او په هغه توليه يې وچولې چې د ځان نه يې تاو کړې وه.</verse>
				<verse number="6">کله چې هغه شمعون پطروس ته راورسېدو نو پطروس هغۀ ته ووئيل چې، ”مالِکه، تۀ به زما پښې وينځې؟“</verse>
				<verse number="7">عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چې زۀ کوم، تۀ اوس په دې نۀ پوهېږې خو وروستو به پوهه شې.“</verse>
				<verse number="8">پطروس هغۀ ته ووئيل، ”زۀ به تاسو هيڅکله پرې نۀ ږدم چې زما پښې ووينځې.“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ترڅو چې زۀ تا ونۀ وينځم نو تۀ به زما مريد نۀ يې.“</verse>
				<verse number="9">شمعون پطروس هغۀ ته ووئيل، ”بيا نو مالِکه، نۀ يواځې زما پښې بلکې لاسونه او سر مې هم ووينځه.“</verse>
				<verse number="10">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”چا چې لامبلى وى هغۀ ته د پښو د وينځلو نه علاوه نور حاجت نشته بلکې هغه ټول پاک دے، او تاسو پاک يئ خو ټول نه.“</verse>
				<verse number="11">ځکه چې عيسىٰ ته معلومه وه چې څوک به په هغۀ مُخبرى کوى نو په دې وجه هغۀ وفرمائيل چې، تاسو ټول پاک نۀ يئ.</verse>
				<verse number="12">د هغوئ د پښو وينځلو نه پس، هغۀ خپل څادر راواخستو او کښېناستو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو په دې پوهه شوئ چې ما تاسو سره څۀ وکړل؟</verse>
				<verse number="13">تاسو ما ته اُستاذ او مالِک وايئ او دا ټيک وايئ ځکه چې زۀ يم.</verse>
				<verse number="14">نو کۀ ما ستاسو مالِک او اُستاذ ستاسو پښې ووينځلې نو په تاسو هم لازم دى چې د يو بل پښې ووينځئ.</verse>
				<verse number="15">ما ستاسو دپاره يو مِثال قائم کړے دے، چې تاسو به هم هغه شان کوئ، څنګه چې ما تاسو سره کړى دى.</verse>
				<verse number="16">زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو نوکر د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى او نۀ پېغام وړونکے د رالېږونکى نه لوئ وى.</verse>
				<verse number="17">اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ.</verse>
				<verse number="18">زۀ ستاسو ټولو په حقله نۀ وايم، څوک چې ما غوره کړى دى هغوئ زۀ پېژنم. خو چې د صحيفې دا خبره پوره شى چې، ”نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هم هغه زما خلاف شولو.“</verse>
				<verse number="19">زۀ تاسو ته اوس د هغه واقعې د پېښېدو نه مخکښې دا وايم د دې دپاره چې کله هغه پېښه شى نو چې تاسو ايمان راوړئ چې مسيح هم زۀ يم.</verse>
				<verse number="20">زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې زما يو پېغام وړونکے قبول کړى هغوئ ما قبلوى او څوک چې ما قبول کړى نو هغه قبلوى چا چې زۀ رالېږلے يم.“</verse>
				<verse number="21">د دې وئيلو نه پس عيسىٰ روح کښې سخت پرېشانه شو او وې وفرمائيل، ”زۀ درته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى.“</verse>
				<verse number="22">مريدانو يو بل ته وکتل او شکمن شول چې دے دا د چا په حقله خبرې کوى.</verse>
				<verse number="23">په هغوئ کښې يو مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله، د عيسىٰ سره جُخت ناست وو.</verse>
				<verse number="24">نو شمعون پطروس هغۀ ته اِشاره وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”تپوس ترې وکړه چې هغه دا څوک يادوى.“</verse>
				<verse number="25">نو هغه مريد عيسىٰ ته سر ورنزدې کړو او تپوس يې ترې وکړو، ”مالِکه، دا څوک دے؟“</verse>
				<verse number="26">عيسىٰ جواب ورکړو، ”دا هغه څوک دے چې زۀ ورته د روټۍ دا ټُکړه په تالى کښې لمده کړم او ور يې کړم.“ بيا هغۀ د روټۍ ټُکړه لمده کړه او د شمعون اِسکريوتى زوئ يهوداه له يې ورکړه.</verse>
				<verse number="27">د روټۍ د ټکړې خوړلو نه پس شېطان په هغۀ کښې ورننوتو. عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”څۀ چې کوې، زر يې وکړه.“</verse>
				<verse number="28">څوک چې روټۍ ته ناست وُو د هغوئ نه يو کس هم په دې پوهه نۀ شو چې هغۀ ولې دۀ ته داسې وفرمائيل.</verse>
				<verse number="29">ځينو دا ګُمان وکړو چې يهوداه سره تيلۍ ده، نو عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل چې اختر له چې څۀ په کار دى هغه واخله يا دا چې غريبانانو له څۀ ورکړه.</verse>
				<verse number="30">د نوړۍ اخستو نه پس سمدستى يهوداه بهر ووتو. او دا توره شپه وه.</verse>
				<verse number="31">کله چې يهوداه بهر لاړو نو عيسىٰ وفرمائيل، ”اوس اِبن آدم خپله لوئى وموندله او خُدائ پاک په هغۀ کښې لوئى وموندله.</verse>
				<verse number="32">کۀ خُدائ پاک په هغۀ کښې لوئى وموندله، نو خُدائ پاک به هم هغۀ ته په خپل ځان کښې لوئى ورکړى او هغۀ ته به زر لوئى ورکړى.</verse>
				<verse number="33">زما بچو، زۀ به د لږ وخت دپاره تاسو سره يم. بيا به تاسو ما لټوئ، او څنګه چې ما يهوديانو ته وفرمائيل، نو دغه شان اوس تاسو ته هم وايم، چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.</verse>
				<verse number="34">زۀ تاسو له يو نوے حُکم درکوم چې د يو بل سره مينه کوئ. لکه چې ما تاسو سره مينه کړې ده نو دغه شان تاسو هم د يو بل سره مينه کوئ.</verse>
				<verse number="35">کۀ تاسو د يو بل سره مينه کوئ نو بيا به ټول خلق په دې پوهه شى چې تاسو زما مريدان يئ.“</verse>
				<verse number="36">شمعون پطروس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، تۀ چرته ځې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”چرته چې زۀ ځم، تۀ اوس ما پسې هلته نۀ شې راتلے خو وروستو به راشې.“</verse>
				<verse number="37">پطروس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، زۀ اوس ولې نۀ شم درتلے؟ زۀ به خپل ځان په تا قربان کړم.“</verse>
				<verse number="38">عيسىٰ جواب ورکړو، ”تۀ به په رښتيا خپل ځان په ما قربان کړې څۀ؟ زۀ تا ته رښتيا وايم چې نن به تۀ د چرګ د بانګ نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">”خپل زړونه مۀ پرېشانه کوئ، په خُدائ پاک ايمان ساتئ، او په ما هم ايمان ساتئ.</verse>
				<verse number="2">زما د پلار په کور کښې د اوسېدو ډېر ځايونه دى. کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو دپاره ځائ تيار کړم؟</verse>
				<verse number="3">او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.</verse>
				<verse number="4">او تاسو ته د هغې لارې پته ده کوم ځائ ته چې زۀ روان يم.“</verse>
				<verse number="5">توما هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته پته نشته چې تۀ چرته روان يې، نو مونږ ته د لارې څۀ پته ده؟“</verse>
				<verse number="6">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.</verse>
				<verse number="7">کۀ تاسو زۀ پېژندلے نو تاسو به زما پلار هم پېژندلو. د هم اوس نه تاسو هغه پېژنئ او ليدلے مو دے.“</verse>
				<verse number="8">فيليپوس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته پلار وښايه نو مونږ به مطمئن شُو.“</verse>
				<verse number="9">عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”فيليپوسه، تا سره زۀ د دومره مودې نه يم او بيا مې هم نۀ پېژنې څۀ؟ چا چې زۀ ليدلے يم هغۀ پلار هم ليدلے دے، نو بيا تۀ څنګه وائې چې مونږ ته پلار وښايه؟</verse>
				<verse number="10">په دې ستاسو باور نشته چې زۀ په پلار کښې يم او پلار په ما کښې دے؟ زۀ چې کومې خبرې تاسو ته کوم هغه زۀ د خپل ځان نه نۀ کوم، خو دا پلار دے چې په ما کښې اوسى او زما په وسيله خپل کار کوى.</verse>
				<verse number="11">په ما يقين وکړئ چې زۀ پلار کښې يم او پلار په ما کښې دے خو کۀ په ما يقين نۀ کوئ، نو بيا په ما د دې کارونو په وجه باور وکړئ.</verse>
				<verse number="12">زۀ تاسو ته رښتيا وايم، څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هم هغه کارونه کوى لکه چې زۀ يې کوم، او هغه به د دې نه هم لوئ کارونه کوى ځکه چې زۀ پلار له روان يم.</verse>
				<verse number="13">تاسو چې څۀ هم زما په نوم وغواړئ زۀ به هغه وکړم نو چې د پلار لوئى په زوئ کښې څرګنده شى.</verse>
				<verse number="14">کۀ تاسو زما په نوم ما نه څۀ هم وغواړئ زۀ به يې وکړم.</verse>
				<verse number="15">کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ.</verse>
				<verse number="16">او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى.</verse>
				<verse number="17">هغه د حق روح دے، کوم چې دُنيا نۀ قبلوى ځکه چې دُنيا نۀ خو هغه وينى او نۀ يې پېژنى. خو تاسو هغه پېژنئ ځکه چې هغه تاسو سره اوسى او هغه به په تاسو کښې وى.</verse>
				<verse number="18">زۀ به تاسو يتيمان نۀ پرېږدم، زۀ تاسو له واپس راځم.</verse>
				<verse number="19">لږ وخت پس به دُنيا ما نور ونۀ وينى خو تاسو به مې وينئ. ځکه چې زۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ.</verse>
				<verse number="20">په هغه ورځ به تاسو پوهه شئ چې زۀ په خپل پلار کښې يم او تاسو په ما کښې يئ او زۀ په تاسو کښې يم.</verse>
				<verse number="21">څوک چې زما حُکمونه منى او په هغې عمل کوى نو دا هغه خلق دى چې ما سره مينه کوى. او څوک چې ما سره مينه کوى زما پلار به ورسره مينه وکړى او زۀ به هم د هغۀ سره مينه کوم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.“</verse>
				<verse number="22">بل يهوداه ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، دا څۀ وجه ده چې تۀ به صرف مونږ ته ځان ښکاره کړې او نورې دُنيا ته نه؟“</verse>
				<verse number="23">عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”څوک چې زما سره مينه کوى، هغوئ به زما په کلام عمل کوى او زما پلار به د هغوئ سره مينه کوى، او زۀ او پلار به هغوئ ته ورشو او د هغوئ سره به اوسو.</verse>
				<verse number="24">څوک چې ما سره مينه نۀ کوى هغه زما په کلام عمل نۀ کوى، او دا کلام چې تاسو يې اورئ دا زما نۀ دے بلکې دا د پلار کلام دے چا چې زۀ رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="25">ترڅو چې لا زۀ تاسو سره يم ما تاسو ته دا هر څۀ وفرمائيل.</verse>
				<verse number="26">خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى.</verse>
				<verse number="27">زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.</verse>
				<verse number="28">تاسو واورېدل چې ما درته وفرمائيل، زۀ درنه روان يم او زۀ بيا تاسو له واپس راځم. کۀ چرې تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به په دې خوشحاله شئ چې زۀ پلار له روان يم ځکه چې پلار زما نه لوئ دے.</verse>
				<verse number="29">ما تاسو ته اوس د دې د پېښېدو نه مخکښې دا وفرمائيل نو چې کله دا پېښ شى نو تاسو به ايمان راوړئ.</verse>
				<verse number="30">زۀ به پس د دې نه تاسو سره ډيرې خبرې ونۀ کړم ځکه چې د دې دُنيا سردار يعنې شېطان راتلونکے دے. خو د هغۀ په ما هيڅ اختيار نشته.</verse>
				<verse number="31">زۀ هغه کار کوم چې پلار څنګه حُکم کړے دے نو ځکه چې دُنيا په دې پوهه شى چې زۀ د پلار سره مينه کوم. نو راځئ چې د دې ځائ نه ځو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">”زۀ د انګور اصلى بوټے يم او زما پلار باغوان دے.</verse>
				<verse number="2">هغه زما نه هره هغه څانګه پرې کوى چې مېوه نۀ نيسى او هره څانګه چې مېوه نيسى په هغې کښې قينچى کوى چې نوره زياته مېوه ونيسى.</verse>
				<verse number="3">د هغه کلام په ذريعه کوم چې ما تاسو ته اورولے دے تاسو خو پاک او صفا شوى يئ.</verse>
				<verse number="4">په ما کښې اوسئ لکه چې زۀ په تاسو کښې اوسېږم. لکه څنګه چې يوه څانګه يواځې مېوه نۀ شى نيولے، ترڅو چې هغه د انګور د بوټى سره پيوند نۀ وى، دغسې تاسو هم مېوه نۀ شئ نيولے ترڅو چې تاسو په ما کښې نۀ اوسئ.</verse>
				<verse number="5">زۀ د انګور بوټے يم او تاسو زما څانګې يئ. څوک چې په ما کښې اوسى او زۀ په هغوئ کښې نو هغوئ ډېره مېوه نيسى، ځکه چې زما نه بغېر تاسو هيڅ نۀ شئ کولے.</verse>
				<verse number="6">هر څوک چې په ما کښې نۀ اوسى هغه به لکه د بې‌کاره څانګې په شان ګزار کړے شى، او اوچ به شى، او دغه شان اوچې څانګې يو ځائ ته راټوليږى او په اور کښې سوزولے کيږى.</verse>
				<verse number="7">کۀ چرې تاسو په ما کښې اوسئ او زما خبرې په تاسو کښې اوسى نو څۀ چې تاسو غواړئ هغه به تاسو له درکړے شى.</verse>
				<verse number="8">نو چې کله تاسو ډېره مېوه نيسئ نو په دې سره زما اصلى مريدان يئ او په دې سره زما پلار ته لوئى ملاويږى.</verse>
				<verse number="9">څنګه چې پلار ما سره مينه کړې ده نو دغه شان زۀ تاسو سره مينه کوم. زما په مينه کښې اوسئ.</verse>
				<verse number="10">کۀ چرې تاسو زما په حُکمونو عمل کوئ نو تاسو به زما په مينه کښې اوسېږئ لکه څنګه چې ما د خپل پلار په حُکمونو عمل کړے دے او د هغۀ په مينه کښې اوسېږم.</verse>
				<verse number="11">ما تاسو ته دا ټولې خبرې د دې دپاره وکړې چې زما خوشحالى په تاسو کښې وى او چې ستاسو خوشحالى پوره شى.</verse>
				<verse number="12">دا زما حُکم دے، چې تاسو د يو بل سره مينه کوئ څنګه چې ما تاسو سره مينه کړې ده.</verse>
				<verse number="13">د دې نه لويه مينه چا کښې نشته چې يو کس دې د خپل دوست دپاره خپل سر ورکړى.</verse>
				<verse number="14">تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.</verse>
				<verse number="15">نو زۀ د دې نه پس تاسو ته غلامان نۀ وايم، ځکه چې غلام ته پته نۀ وى چې د هغۀ مالِک څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چې ما تاسو ته هر هغه څۀ ښکاره کړى دى کوم چې ما د پلار نه اورېدلى دى.</verse>
				<verse number="16">تاسو زۀ غوره کړے نۀ يم خو ما تاسو غوره کړى يئ او ما تاسو مقرر کړئ چې لاړ شئ او مېوه ونيسئ، هغه مېوه چې د تل ده. نو پلار به تاسو ته هر هغه څۀ درکړى څۀ چې تاسو زما په نوم د هغۀ نه وغواړئ.</verse>
				<verse number="17">دا زما تاسو ته حُکم دے چې د يو بل سره مينه کوئ.</verse>
				<verse number="18">کۀ دُنيا تاسو نه نفرت کوى نو تاسو پوهه شئ چې ستاسو نه اول يې ما نه نفرت کړے دے.</verse>
				<verse number="19">کۀ چرې تاسو د دُنيا وے نو دُنيا به تاسو سره د خپلو په شان مينه کړې وه، خو تاسو د دُنيا نۀ يئ. خو ما تاسو د دُنيا نه جدا کړئ نو دغه وجه ده چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="20">دا خبرې يادې ساتئ چې کومې ما تاسو ته وکړې، يو نوکر هم د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى. نو چې هغوئ زۀ وزورولم نو تاسو به هم وزوروى. کۀ هغوئ زما په کلام عمل وکړى نو ستاسو په کلام به هم عمل وکړى.</verse>
				<verse number="21">خو دوئ به زما د نوم په سبب تاسو سره دا هر څۀ وکړى ځکه چې هغوئ هغه نۀ پېژنى چا چې زۀ رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="22">کۀ زۀ راغلے نۀ وے او دوئ ته مې وئيلے نۀ وے نو دوئ به مجرم نۀ وُو، خو اوس د هغوئ سره د خپلې ګناه څۀ بهانه نشته.</verse>
				<verse number="23">څوک چې ما نه نفرت کوى هغه زما د پلار نه هم نفرت کوى.</verse>
				<verse number="24">کۀ چرې ما د هغوئ په مينځ کښې داسې کارونه نۀ وے کړے کوم چې بل هيچا هم نۀ دى کړى نو هغوئ به مجرم نۀ وے، خو اوس هغوئ دا وليدل او مونږ پلار زوئ دواړو نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="25">هم د هغوئ په شريعت کښې دا ليکلى دى چې، ”هغوئ ما نه بې‌سببه نفرت وکړو.“</verse>
				<verse number="26">خو چې مددګار راشى کوم چې به زۀ تاسو ته د پلار نه درلېږم، يعنې د حقيقت روح چې د پلار نه راوځى، هغه به زما په باب کښې ګواهى ورکړى.</verse>
				<verse number="27">تاسو به هم ګواهى ورکوئ ځکه چې تاسو د اول نه ما سره يئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">”ما تاسو ته دا خبرې د دې دپاره وکړې چې تاسو د تيندک خوړلو نه بچ شئ.</verse>
				<verse number="2">نو هغوئ به تاسو د عبادتخانو نه شړى، او بې‌شکه داسې وخت راتلونکے دے څوک چې تاسو قتلوى هغوئ به دا ګُمان کوى چې په دې کار کولو سره هغوئ د خُدائ پاک خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="3">هغوئ به دا کارونه ځکه کوى چې هغوئ نۀ پلار پېژنى او نۀ ما.</verse>
				<verse number="4">خو ما دا خبرې تاسو ته ځکه وکړې چې کله دا کار پېښ شى نو تاسو ته به راياد شى چې ما تاسو د دې په حقله خبر کړى وئ. ما تاسو ته دا خبرې د اول نه ځکه ونۀ کړې ځکه چې زۀ تاسو سره وم،</verse>
				<verse number="5">خو اوس زۀ هغه چا ته روان يم چا چې زۀ رالېږلے يم. اوس په تاسو کښې هيڅوک زما نه دا تپوس نۀ کوى چې تۀ چرته روان يې؟</verse>
				<verse number="6">خو دا کومې خبرې چې ما تاسو ته وکړې په هغې ستاسو زړونه غمژن شول.</verse>
				<verse number="7">خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا ستاسو دپاره بهتره ده چې زۀ لاړ شم. ځکه کۀ زۀ لاړ نۀ شم نو مددګار به تاسو ته رانۀ شى خو کۀ زۀ لاړ شم نو هغه به زۀ تاسو له راولېږم.</verse>
				<verse number="8">او کله چې هغه راشى نو هغه به دُنيا د ګناه او د صداقت او اِنصاف په باب کښې ملامته کړى،</verse>
				<verse number="9">د ګناه په باب کښې ځکه چې هغوئ په ما ايمان نۀ راوړى،</verse>
				<verse number="10">د صداقت په باب کښې ځکه چې زۀ پلار له ځم او تاسو به ما نور ونۀ وينئ،</verse>
				<verse number="11">او د اِنصاف په باب کښې ځکه چې د دې دُنيا سردار يعنې شېطان مجرم کړے شو.</verse>
				<verse number="12">ما سره نورې هم ډيرې خبرې دى چې تاسو ته يې وکړم خو تاسو اوس دا نۀ شئ برداشت کولے.</verse>
				<verse number="13">خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى، خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى.</verse>
				<verse number="14">هغه به ما ته لوئى راکړى ځکه چې هغه به زما نه هغه څۀ حاصل کړى چې په ما کښې دى او تاسو ته به ووائى.</verse>
				<verse number="15">څۀ چې د پلار دى هغه زما دى، په دې وجه ما تاسو ته وفرمائيل چې هغه به ما نه هغه څۀ حاصل کړى څۀ چې په ما کښې دى او تاسو ته به يې وښائى.</verse>
				<verse number="16">په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ.“</verse>
				<verse number="17">بيا د هغۀ ځينو مريدانو يو بل ته ووئيل، ”د هغۀ مونږ ته د دې بيان نه څۀ مطلب دے چې په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ، او، چې زۀ خپل پلار له روان يم؟“</verse>
				<verse number="18">هغوئ وئيل چې، ”د هغۀ د دې لږ ساعت نه څۀ مطلب دے؟ مونږ ته پته نشته چې د هغۀ بيان د څۀ په حقله دے.“</verse>
				<verse number="19">عيسىٰ په دې پوهه شو چې هغوئ له ما نه د تپوسونو په طلب دى نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو په دې بحث کوئ کوم بيان چې ما تاسو له وکړو چې، په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟</verse>
				<verse number="20">نو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو به ژاړئ او وير به کوئ خو دُنيا به خوشحاله وى. تاسو به په غم کښې ډوب يئ خو ستاسو غم به په خوشحالۍ بدل شى.</verse>
				<verse number="21">د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې ښځه په تکليف کښې وى. خو د ماشوم په پېدا کېدو سره د هغې نه ټول دردونه هېر شى، د دې خوشحالۍ په وجه چې هغې دُنيا ته يو نوے ماشوم راوستو.</verse>
				<verse number="22">نو اوس تاسو غمژن يئ خو زۀ به تاسو بيا ووينم او ستاسو زړونه به خوشحاله شى او هيڅوک به ستاسو خوشحالى تاسو نه وانۀ خلى.</verse>
				<verse number="23">په هغه ورځ به تاسو زما نه هيڅ خواست نۀ کوئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى.</verse>
				<verse number="24">تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.</verse>
				<verse number="25">ما تاسو ته دا هر څۀ په مِثالونو کښې بيان کړل. خو وخت راروان دے چې زۀ به تاسو ته نور په مِثالونو کښې خبرې ونۀ کړم خو په ډاګه به درته د پلار په حقله خبرې کوم.</verse>
				<verse number="26">په هغه ورځ به تاسو زما په نوم غواړئ. زۀ دا نۀ وايم چې زۀ به د پلار نه ستاسو دپاره خواست کوم.</verse>
				<verse number="27">ځکه چې پلار په خپله تاسو سره مينه کوى، ځکه چې تاسو ما سره مينه کوئ او ستاسو دا ايمان دے چې زۀ د خُدائ پاک د طرف نه راغلے يم.</verse>
				<verse number="28">زۀ د پلار نه دې دُنيا ته راغلے يم او اوس زۀ دُنيا بيا پرېږدم او خپل پلار له ځم.“</verse>
				<verse number="29">د هغۀ مريدانو ووئيل، ”ګوره، تۀ اوس په ډاګه لګيا يې او نۀ په مِثالونو.</verse>
				<verse number="30">مونږ اوس پوهيږو چې تۀ د هر څۀ نه خبر يې او د تپوسونو کولو حاجت درنه د چا نشته. هم په دې وجه زمونږ دا ايمان دے چې تۀ د خُدائ پاک د طرفه راغلے يې.“</verse>
				<verse number="31">عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”ولې تاسو اوس په ما يقين کوئ څۀ؟</verse>
				<verse number="32">ګورئ، وخت راروان دے، بلکې راغلے دے چې تاسو به خوارۀ وارۀ شئ او هر يو به خپلو کورونو ته لاړ شئ او تاسو به ما اېک يواځې پرېږدئ، خو بيا هم زۀ يواځې نۀ يم ځکه چې پلار ما سره دے.</verse>
				<verse number="33">ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ پاس آسمان ته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، وخت راغلے دے، خپل زوئ ته لوئى ورکړه نو چې زوئ تا له جلال درکړى.</verse>
				<verse number="2">ځکه چې تا ما ته په ټولو بنى آدمو اختيار راکړے دے چې هغوئ ټولو له تل عُمرى ژوندون ورکړم څوک چې راته تا حواله کړى دى.</verse>
				<verse number="3">او تل عُمرى ژوندون دا دے چې هغوئ تا وپېژنى چې صرف تۀ رښتينے خُدائ پاک يې او عيسىٰ مسيح څوک چې تا رالېږلے دے.</verse>
				<verse number="4">ما په زمکه تا له جلال درکړو د هغه کار په ختمولو چې تا ما ته د کولو دپاره حواله کړے وو.</verse>
				<verse number="5">نو اے پلاره، اوس تۀ ما له په خپل حضور کښې لوئى راکړه، هغه لوئى چې کومه ما د دُنيا د پېدا کېدو نه اول ستا په حضور کښې لرله.</verse>
				<verse number="6">ما ستا نوم هغوئ ته څرګند کړو کوم خلق چې په دُنيا کښې تاسو ما ته راکړى دى. هغوئ ستا وُو او تا ما له راکړل او هغوئ ستا په کلام عمل کړے دے.</verse>
				<verse number="7">اوس هغوئ پوهه شوى دى چې هر څۀ چې تا ما له راکړى دى دا ستا د طرفه دى.</verse>
				<verse number="8">ځکه چې ما هغوئ ته هغه کلام ورکړے دے کوم چې تا ما له راکړے دے، او دوئ هغه قبول کړے دے، او هغوئ په حقيقت پوهه شوى دى چې زۀ له تا نه راغلے يم، او د هغوئ په دې ايمان دے چې زۀ تا رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="9">زۀ د دُنيا دپاره دُعا نۀ کوم خو د هغوئ دپاره دُعا کوم څوک چې تا ما ته په حواله کړى دى ځکه چې هغوئ ستا دى.</verse>
				<verse number="10">څۀ چې زما دى هغه ستا دى، او څۀ چې ستا دى هغه زما دى، او په هغوئ کښې زما لوئى څرګنده شوه.</verse>
				<verse number="11">نور زۀ په دُنيا کښې نۀ پاتې کېږم خو هغوئ په دُنيا کښې دى او زۀ تا ته درروان يم. اے قُدوسه پلاره، د خپل نوم په طاقت د هغوئ حفاظت وکړه څوک چې تا ما له راکړى دى، نو چې هغوئ هم يو موټے شى څنګه چې مونږ دواړه يو يُو.</verse>
				<verse number="12">ترڅو چې زۀ د هغوئ سره وم ما ستا په نوم د هغوئ حفاظت وکړو کوم چې تا ما له راکړے وو. ما د هغوئ حفاظت وکړو او په هغوئ کښې يو هم هلاک نۀ شو بې له يو نه چې مرګ يې مقرر وو، نو چې د صحيفې ليک پوره شى.</verse>
				<verse number="13">خو زۀ اوس تا ته درروان يم. چې په دُنيا کښې کله زۀ دوئ سره وم نو ما دوئ ته د دې خبرو بيان وکړو د دې دپاره چې دوئ زما د خوشحالۍ نه معمور شى.</verse>
				<verse number="14">ما ستا پېغام هغوئ له ورکړے دے او دُنيا هغوئ نه نفرت کوى ځکه چې هغوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم.</verse>
				<verse number="15">زۀ ستا نه دا خواست نۀ کوم چې دوئ د دې دُنيا نه وباسى بلکې ستا نه دا خواست کوم چې دوئ د شېطان نه محفوظ وساتى.</verse>
				<verse number="16">دوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم.</verse>
				<verse number="17">دوئ د حقيقت په وسيله مقدس کړه، ستا کلام حقيقت دے.</verse>
				<verse number="18">لکه څنګه چې تا زۀ دُنيا ته رالېږلے يم نو دغه شان ما دوئ دُنيا ته لېږلى دى.</verse>
				<verse number="19">او د دوئ دپاره زۀ خپل ځان مقدس کوم نو چې دوئ هم په حقيقت کښې مقدس شى.</verse>
				<verse number="20">خو زۀ صرف د دوئ دپاره دُعا نۀ غواړم بلکې د هغه چا دپاره هم څوک چې د دوئ د کلام په وسيله به په ما ايمان راوړى.</verse>
				<verse number="21">چې هغوئ هم يو موټے شى، اے پلاره، لکه څنګه چې تۀ او زۀ يو يُو. نو دغه شان دې دوئ هم په مونږ کښې يو وى، چې دُنيا په دې يقين وکړى چې زۀ تا رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="22">کومه لوئى چې تا ما له راکړې ده هغه ما دوئ له ورکړه د دې دپاره چې دوئ يو وى لکه چې مونږ يو يُو.</verse>
				<verse number="23">زۀ په هغوئ کښې يم او تۀ په ما کښې يې، چې دوئ په مکمل توګه يو شى. بيا چې دُنيا په دې پوهه شى چې زۀ تا رالېږلے يم، او تا د دوئ سره هم داسې مينه وکړله لکه چې ما سره دې کوله.</verse>
				<verse number="24">اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.</verse>
				<verse number="25">اے صادقه پلاره، دُنيا تا نۀ پېژنى خو زۀ تا پېژنم او دوئ ته پته ده چې تا زۀ رالېږلے يم.</verse>
				<verse number="26">ما ستا نوم دوئ ته څرګند کړو او دا به لا نور هم څرګندوم د دې دپاره چې کومه مينه چې تا ما سره کوله، هغه دې په دوئ کښې هم وى، او زۀ دې هم په دوئ کښې يم.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">د دې خبرو نه پس عيسىٰ د خپلو مريدانو سره بهر ووتو او د قِدرون د وادۍ نه پورې وتلو. هلته يو باغ وو چې عيسىٰ او د هغۀ مريدان په کښې ورننوتل.</verse>
				<verse number="2">نو يهوداه، څوک چې به د هغۀ مُخبرى کوى، هغۀ ته د هغه ځائ هم پته وه ځکه چې عيسىٰ به اکثر د خپلو مريدانو سره هلته مِلاوېدو.</verse>
				<verse number="3">نو يهوداه د فريسيانو او مشرانو اِمامانو له خوا د رومى آفسر وسله بنده دسته او محافظان ډيوې او مشعلونه په لاس هغه ځائ ته راغلل.</verse>
				<verse number="4">عيسىٰ په دې پوهېدو چې څۀ به ورسره کيږى خو بيا هم ور مخکښې شو او هغوئ نه يې تپوس وکړو چې، ”تاسو څوک لټوئ؟“</verse>
				<verse number="5">هغوئ جواب ورکړو چې، ”عيسىٰ ناصرى.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ هغه يم.“ او يهوداه چا چې د هغۀ مُخبرى وکړه د هغوئ سره ولاړ وو.</verse>
				<verse number="6">کله چې عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ هغه يم،“ نو هغوئ وروستو شول او په زمکه پرېوتل.</verse>
				<verse number="7">عيسىٰ بيا هغوئ نه تپوس وکړو، ”دا تاسو څوک لټوئ؟“ او هغوئ جواب ورکړو، ”عيسىٰ ناصرى.“</verse>
				<verse number="8">عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”ما تاسو ته وفرمائيل چې هغه زۀ يم. کۀ تاسو ما لټوئ نو دا نور سړى پرېږدئ چې ځى.“</verse>
				<verse number="9">دا د هغۀ د هغه خبرو پوره کول وُو چې هغۀ فرمائيلى وُو، ”چې ما د هغوئ نه يو کس هم نۀ دے ضائع کړے څوک چې تا ما ته حواله کړى دى.“</verse>
				<verse number="10">نو شمعون پطروس خپله تُوره راويستله او د مشر اِمام په غلام يې ګزار وکړو او ښے غوږ يې ترې نه پرې کړو. د غلام نوم ملخوس وو.</verse>
				<verse number="11">عيسىٰ پطروس ته وفرمائيل چې، ”خپله تُوره واپس په تيکى کښې کېږده. ولې زۀ هغه پياله ونۀ څښم چې پلار ما ته راکړې ده؟“</verse>
				<verse number="12">نو د سپاهيانو دستې سره د خپل آفسر او يهودى محافظانو او مشرانو عيسىٰ ونيولو او وې تړلو.</verse>
				<verse number="13">هغوئ هغه اول اناس ته بوتلو، اناس د کائفس سخر وو څوک چې د هغه کال دپاره مشر اِمام وو.</verse>
				<verse number="14">کائفس هغه سړے وو چا چې يهوديانو ته دا مشوره ورکړې وه چې دا بهتره ده چې يو سړے د ټول قوم دپاره مړ شى.</verse>
				<verse number="15">شمعون پطروس او يو بل مريد په عيسىٰ پسې وروستو روان وُو او د هغه بل مريد د مشر اِمام سره تعلق وو نو ځکه هغه د عيسىٰ سره د مشر اِمام دربار ته ورننوتو.</verse>
				<verse number="16">خو پطروس د دروازې نه بهر ايسار شو. نو هغه بل مريد چې د مشر اِمام سره يې تعلق وو، واپس بهر راوتو او د هغه ښځې سره يې خبرې وکړې چې د دروازې چوکيداره وه او پطروس يې دننه راوستو.</verse>
				<verse number="17">ښځې پطروس ته ووئيل، ”آيا تۀ هم د دې سړى مريد نۀ يې څۀ؟“ پطروس ووئيل چې، ”نه، زۀ نۀ يم.“</verse>
				<verse number="18">نوکرانو او محافظانو د سکارو اور بل کړے وو ځکه چې يخنى وه او هغوئ ترې چاپېره ولاړ وُو او ځانونه يې تودول. او پطروس هم د هغوئ سره ولاړ وو او ځان يې تودولو.</verse>
				<verse number="19">بيا مشر اِمام د عيسىٰ نه د هغۀ د مريدانو او د هغۀ د تعليم په حقله تپوس وکړو.</verse>
				<verse number="20">عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ما دُنيا ته په ډاګه خبرې کړې دى. ما همېشه په عبادتخانو او د خُدائ په کور کښې تعليم ورکړے دے چرته چې ټول يهوديان راغونډيږى او ما په پټه څۀ هم نۀ دى وئيلى.</verse>
				<verse number="21">نو تۀ زما نه تپوسونه ولې کوې؟ هغوئ نه تپوس وکړه چا چې هغه اورېدلى دى څۀ چې ما هغوئ ته وئيلى دى، هغوئ ته پته ده چې ما څۀ وئيلى دى.“</verse>
				<verse number="22">کله چې عيسىٰ دا وفرمائيل نو يو محافظ چې د هغۀ په خوا کښې ولاړ وو عيسىٰ ته يې په مخ څپېړه ورکړه او وې وئيل، ”مشر اِمام ته څوک داسې جواب ورکوى څۀ؟“</verse>
				<verse number="23">عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ بد مې وئيلى وى نو په ما يې ثابته کړه، خو کۀ مې ټيک خبره کړې وى نو څپېړه دې ولې راکړه؟“</verse>
				<verse number="24">بيا اناس عيسىٰ مشر اِمام کائفس ته تړلے ولېږلو.</verse>
				<verse number="25">په دې دوران کښې شمعون پطروس ولاړ وو او خپل ځان يې تودولو، نو هغوئ ترې تپوس وکړو، ”ولې تۀ هم د هغۀ د مريدانو نه يو نۀ يې څۀ؟“ هغۀ اِنکار وکړو او وې وئيل چې، ”نه، زۀ نۀ يم.“</verse>
				<verse number="26">د مشر اِمام يو غلام چې د هغه سړى خپلوان وو د چا نه چې پطروس غوږ پرې کړے وو ورنه تپوس وکړو، ”ما تۀ د هغۀ سره په باغ کښې نۀ وې ليدلے څۀ؟“</verse>
				<verse number="27">پطروس بيا اِنکارى شو او چرګ په هم هغه وخت کښې بانګ ووئيلو.</verse>
				<verse number="28">بيا هغوئ عيسىٰ سحر وختى د کائفس د کور نه د رومى ګورنر قلعې ته بوتلو. نو يهوديان د قلعې نه بهر ودرېدل ځکه چې هغوئ غوښتل چې خپل ځانونه د پليتۍ نه وساتى دې دپاره چې د فسح خوراک نه منع نۀ کړے شى.</verse>
				<verse number="29">نو پيلاطوس ورته بهر راووتو او تپوس يې ترې وکړو، ”تاسو د دې سړى خلاف څۀ اِلزام لګوئ؟“</verse>
				<verse number="30">هغوئ جواب ورکړو، ”کۀ دا سړے چرې مجرم نۀ وے نو مونږ به تا له نۀ راوستو.“</verse>
				<verse number="31">پيلاطوس هغوئ ته ووئيل، ”دے بوځئ او د خپل شريعت په مطابق يې فېصله وکړئ.“ يهوديانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته دا اجازت نشته چې څوک مړ کړُو.“</verse>
				<verse number="32">او دغه شان د عيسىٰ هغه خبره پوره شوه چې هغه به په کوم قسمه مرګ مړ شى.</verse>
				<verse number="33">نو پيلاطوس واپس قلعې ته ننوتو او عيسىٰ يې راوغوښتو او د هغۀ نه يې تپوس وکړو چې، ”تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“</verse>
				<verse number="34">عيسىٰ جواب ورکړو، ”دا تپوس تۀ په خپله ما نه کوې، يا کۀ بل چا درته زما په حقله وئيلى دى؟“</verse>
				<verse number="35">پيلاطوس ووئيل، ”زۀ يهودى يم څۀ؟ ستا خپل قام او مشرانو اِمامانو تۀ ما ته په حواله کړے يې. تا څۀ کړى دى؟“</verse>
				<verse number="36">عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما بادشاهى د دې دُنيا بادشاهى نۀ ده. کۀ چرې زما بادشاهى د دې دُنيا وے، نو زما خادِمانو به د يهوديانو نه زما د بچ کولو دپاره د هغوئ سره جنګ کړے وے. خو زما بادشاهى د دې دُنيا نۀ ده.“</verse>
				<verse number="37">پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ بادشاه يې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ وائې چې زۀ بادشاه يم. آو، زۀ د دې دپاره پېدا شوے يم، او د دې دپاره زۀ دُنيا ته راغلے يم چې د حقيقت ګواهى ورکړم. او هر څوک چې حقيقت خوښوى هغه زما آواز اورى.“</verse>
				<verse number="38">پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”حقيقت څۀ دے؟“ دې نه پس هغه بيا يهوديانو له بهر ورووتو او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ما د دۀ خلاف هيڅ جرم پېدا نۀ کړو.</verse>
				<verse number="39">خو ستاسو دا رِواج دے چې زۀ يو قېدى د فسح اختر په ورځ ستاسو دپاره آزادوم. ستاسو دا خوښه ده چې زۀ د يهوديانو بادشاه درته آزاد کړم څۀ؟“</verse>
				<verse number="40">خو په جواب کښې خلقو چغې کړلې، ”نه، دا سړے نه، خو برابا آزاد کړه.“ او برابا يو ډاکو وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">بيا پيلاطوس عيسىٰ بوتلو او په کوړو يې ووهلو.</verse>
				<verse number="2">او سپاهيانو د ازغو تاج جوړ کړو او هغۀ ته يې په سر کړو او هغۀ ته يې کاسنى چُوغه ورواغوسته.</verse>
				<verse number="3">هغوئ هغۀ له راتلل، او ورته يې وئيل، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“ او په مخ به يې څپېړه ورکوله.</verse>
				<verse number="4">يو ځل بيا پيلاطوس بهر راوتو او يهوديانو ته يې ووئيل چې، ”وګورئ زۀ هغه تاسو له بهر راولم چې تاسو خبر شئ چې ما د هغۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“</verse>
				<verse number="5">نو عيسىٰ بهر راغلو د ازغو تاج يې په سر وو او کاسنى چُوغه يې اغوستې وه. پيلاطوس هغوئ ته ووئيل، ”وګورئ، دا هغه سړے دے.“</verse>
				<verse number="6">کله چې مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور محافظانو هغه وليدو هغوئ چغې کړې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ. دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ پيلاطوس هغوئ ته ووئيل چې، ”دے بوځئ او په خپله يې په سولۍ کړئ ځکه چې ما د دۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“</verse>
				<verse number="7">يهوديانو هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ سره شريعت شته، او د هغه شريعت په مطابق دے د مرګ لائق دے ځکه چې دۀ د خُدائ پاک د زوئ کېدو دعوىٰ کړې ده.“</verse>
				<verse number="8">کله چې پيلاطوس دا واورېدل نو هغه نور زيات يرې واخستلو.</verse>
				<verse number="9">هغه خپلې قلعې ته بيا دننه شو او د عيسىٰ نه يې تپوس وکړو چې، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ خو عيسىٰ ورته هيڅ جواب ورنۀ کړو.</verse>
				<verse number="10">نو پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”تۀ ما سره خبرې نۀ کوې څۀ؟ تا ته دا معلومه نۀ ده چې ما سره دا اختيار شته چې تا آزاد کړم او دا اختيار هم راسره شته چې تا په سولۍ کړم؟“</verse>
				<verse number="11">عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”ستا به په ما باندې هيڅ اختيار نۀ وے کۀ چرې دا د بره نه تا ته نۀ وے درکړے شوے. په دې وجه چا چې زۀ تا ته په حواله کړے يم، هغه د لوئ ګناه مجرم دے.“</verse>
				<verse number="12">د هغه ساعت نه پس پيلاطوس ډېر کوشش کولو چې هغه آزاد کړى خو يهوديانو چغې وهلې، ”کۀ تا دا سړے آزاد کړو نو تۀ د رومى قيصر خير خواه نۀ يې. هر څوک چې د بادشاه کېدو دعوىٰ کوى هغه د رومى قيصر مخالفت کوى.“</verse>
				<verse number="13">کله چې پيلاطوس دا خبرې واورېدلې نو هغۀ عيسىٰ بهر راوويستو او د عدالت په کُرسۍ هغه ځائ کښېناستو چې دونکاچه ورته وائى يا په آرامى ژبه کښې ورته ګبتا وائى.</verse>
				<verse number="14">د غرمې په وخت کښې چې د فسح اختر د تيارولو ورځ وه، پيلاطوس يهوديانو ته ووئيل، ”وګورئ، دا دے ستاسو بادشاه.“</verse>
				<verse number="15">هغوئ چغې سورې جوړې کړې، ”بو يې ځئ، بو يې ځئ. په سولۍ يې کړه.“ پيلاطوس هغوئ نه تپوس وکړو، ”ستاسو بادشاه په سولۍ کړم څۀ؟“ مشرانو اِمامانو جواب ورکړو چې، ”زمونږ خو د قيصر نه بغېر بل بادشاه نشته.“</verse>
				<verse number="16">بيا پيلاطوس عيسىٰ هغوئ ته د سولۍ کولو دپاره په حواله کړو. نو هغوئ عيسىٰ بوتلو.</verse>
				<verse number="17">او هغۀ خپله سولۍ په خپله پورته کړې وه، او هغه بهر هغه ځائ ته لاړو چې ورته د کوپړو ځائ وائى، او په آرامى ژبه کښې ورته ګولګتا وائى.</verse>
				<verse number="18">هلته هغوئ هغه په سولۍ کړو او ورسره يې دوه نور هم، يو ښى لاس ته او بل ګس لاس ته، او عيسىٰ د هغوئ په مينځ کښې وو.</verse>
				<verse number="19">پيلاطوس په سولۍ د يوې تختې لګولو حکم ورکړو چې پرې دا ليک وو، ”عيسىٰ ناصرى د يهوديانو بادشاه.“</verse>
				<verse number="20">ډېرو يهوديانو دا تختۍ ولوستله ځکه چې هغه ځائ چې چرته عيسىٰ په سولۍ کړے شو هغه ښار ته نزدې وو، او هغه تختۍ په آرامى، لاطينى او يونانى ژبه کښې ليکلے شوې وه.</verse>
				<verse number="21">بيا د يهوديانو مشرانو اِمامانو پيلاطوس ته ووئيل، ”دا مۀ ليکئ چې د يهوديانو بادشاه، بلکې داسې وليکئ چې، دۀ وئيلى وُو چې زۀ په خپله د يهوديانو بادشاه يم.“</verse>
				<verse number="22">پيلاطوس جواب ورکړو، ”نه، د کومو ليکلو چې ما حکم ورکړے دے هغه ټيک دے.“</verse>
				<verse number="23">کله چې سپاهيانو عيسىٰ په سولۍ کړو، هغوئ د هغۀ جامې راواخستې او په څلورو برخو يې تقسيم کړې، د هر يو سپاهى دپاره يوه برخه، او چُوغه يې روغه پرېښوده. ځکه چُوغه لا ګنډلے شوې نۀ وه او د سر نه تر ښکته پورې ټوله د يوې ټوټې وه.</verse>
				<verse number="24">نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مونږ ته دا څيرى کول نۀ دى په کار، راځئ چې پرې پچه واچوو، وبه ګورو چې د چا رسيږى.“ دغه شان د صحيفې ليک پوره شو چې، ”هغوئ زما جامې په خپلو کښې تقسيم کړې او زما په چُوغه يې پچه واچوله.“ هم دغه شان سپاهيانو وکړل.</verse>
				<verse number="25">خو د عيسىٰ د سولۍ سره نزدې د هغۀ مور او ترور او د کلوپاس ښځه مريم او مريم مګدلينى ولاړې وې.</verse>
				<verse number="26">کله چې عيسىٰ خپله مور د خپل خوږ مريد سره په خوا کښې ولاړه وليده عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”مورې، دا ستا زوئ دے.“</verse>
				<verse number="27">هغۀ بيا مريد ته وفرمائيل، ”دغه ستا مور ده.“ د هغه وخت نه پس هغه مريد هغه خپل کور ته بوتله.</verse>
				<verse number="28">د دې نه پس عيسىٰ چې پوهه شو چې هر څۀ پوره شوى دى نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تږے يم.“ او دې سره د صحيفې يوه پېشګوئې پوره شوه.</verse>
				<verse number="29">هلته يو لوښے د تروې سرکې نه ډک پروت وو. نو هغوئ يو اسفنج په کښې لوند کړو او د ويلنې په څانګه يې کېښودو او دا يې د عيسىٰ شونډو ته ورورسولو.</verse>
				<verse number="30">کله چې سرکه عيسىٰ ته ورکړے شوه نو هغۀ وفرمائيل چې، ”دا کار پوره شو.“ بيا يې سر ټيټ کړو او ساه يې ورکړه.</verse>
				<verse number="31">اوس دا د فسح دپاره د تيارۍ کولو د جمعې ورځ وه او راتلونکې ورځ د خاص سبت وه. په دې وجه يهوديانو نۀ غوښتل چې د سبت په ورځ دې مړى په سولۍ پاتې شى، نو هغوئ پيلاطوس ته خواست وکړو چې د دوئ پښې دې ماتې کړے شى او مړى دې راکوز کړے شى.</verse>
				<verse number="32">نو سپاهيان راغلل او د اولنى سړى پښې يې ماتې کړې او بيا يې د هغه بل سړى پښې ماتې کړې چې عيسىٰ سره په سولۍ شوى وُو.</verse>
				<verse number="33">خو کله چې هغوئ عيسىٰ له راغلل او وې ليدو چې هغه د اول نه مړ دے، نو هغوئ د هغۀ پښې ماتې نۀ کړې.</verse>
				<verse number="34">خو د دې باوجود يو سپاهى د هغۀ پوښتۍ په نېزه ووهله او سمدستى ترې د وينو او اوبو دارې روانې شوې.</verse>
				<verse number="35">هغه سړى چې دا وکتل هغۀ ګواهى ورکړه او د هغۀ ګواهى رښتيا ده. هغه رښتيا خبرې کوى د دې دپاره چې تاسو هم ايمان راوړئ.</verse>
				<verse number="36">دا کارونه وشول نو چې د صحيفې وينا پوره شى چې، ”د هغۀ يو هډوکے به هم مات نۀ کړے شى.“</verse>
				<verse number="37">او بيا په يو بل آيت کښې راغلى دى چې، ”هغوئ به هغه سړى ته ګورى چې په نېزه يې سورے کړو.“</verse>
				<verse number="38">د هغې نه پس يوسف چې د ارمتيه وو د پيلاطوس نه د عيسىٰ د مړى وړلو خواست وکړو. يوسف د عيسىٰ مريد وو خو په پټه ځکه چې هغه د يهوديانو نه يرېدو. د پيلاطوس په اجازت سره هغه راغلو او د هغۀ مړے يې يوړو.</verse>
				<verse number="39">د هغۀ سره نيکوديموس نومې سړے هم ملګرے شو څوک چې عيسىٰ له د شپې ورغلے وو، او نيکوديموس تقريباً د پنځوس سېره د مُر چيړ سره د عُودو ګډ کړى راوړل.</verse>
				<verse number="40">هغوئ دواړو د عيسىٰ لاش واخستو او د يهوديانو د ښخولو د رِواج په مطابق يې خوشبودار د کتان کفن کښې ونغښتو.</verse>
				<verse number="41">په کوم ځائ کښې چې عيسىٰ په سولۍ کړے شوے وو هلته کښې يو باغ وو او په باغ کښې دننه يو نوے قبر وو چې د دې نه وړاندې په کښې لا څوک ښخ شوى نۀ وُو.</verse>
				<verse number="42">ځکه چې دا د يهوديانو د فسح د تيارۍ ورځ وه او دا قبر د هغه ځائ سره نزدې وو نو هغوئ عيسىٰ په دې کښې کېښودو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">د اِتوار په ورځ سحر وختى چې لا توره خړه وه مريم مګدلينى قبر له لاړه او وې کتل چې د غار د خولې نه کاڼے لرې کړے شوے وو.</verse>
				<verse number="2">نو هغه په منډه شمعون پطروس او هغه بل مريد له راغله چا سره چې عيسىٰ مينه کوله او ورته يې ووئيل چې، ”هغوئ مالِک د قبر نه وړے دے، او مونږ ته دا پته نشته چې کوم ځائ هغوئ د هغۀ لاش ښخ کړے دے.“</verse>
				<verse number="3">نو پطروس او هغه بل مريد راووتل او قبر طرف ته روان شول.</verse>
				<verse number="4">هغوئ دواړو يو ځائ منډې وهلې خو هغه بل مريد د پطروس نه مخکښې شو او قبر ته وړاندې ورسېدو.</verse>
				<verse number="5">هغۀ سر ټيټ کړو او دننه يې وکتل چې د کتان کفن هلته پروت وو خو دننه ورنۀغلو.</verse>
				<verse number="6">بيا شمعون پطروس چې په هغۀ پسې وو راورسېدو او غار ته ورننوتو. د کتان هغه کفن يې هلته پروت وليدو</verse>
				<verse number="7">او هغه رومال چې د عيسىٰ سر يې پرې تړلے وو د کتان د کفن سره نۀ وو بلکې ځان له جدا انغښتے شوے په يو بل ځائ کښې پروت وو.</verse>
				<verse number="8">بيا هغه بل مريد څوک چې قبر ته مخکښې رسېدلے وو هغه هم قبر ته ورننوتو او وې ليدل او يقين يې پرې وکړو.</verse>
				<verse number="9">نو اوس هم هغوئ د صحيفو په مطلب پوهه نۀ وُو چې عيسىٰ به خامخا د مړو نه بيا ژوندے پاڅى.</verse>
				<verse number="10">نو مريدان واپس خپلو کورونو ته لاړل.</verse>
				<verse number="11">خو مريم د قبر نه بهر ولاړه وه او ژړل يې. او په ژړا کښې هغه ورټيټه شوه چې غار کښې دننه وګورى.</verse>
				<verse number="12">او هغې هلته دوه فرښتې په سپينو جامو کښې د لاش په ځائ ناستې وليدې، يوه سر ته او بله پښو ته، په هغه ځائ کښې چرته چې د عيسىٰ لاش کېښودے شوے وو.</verse>
				<verse number="13">هغوئ د هغې نه تپوس وکړو چې، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟“ هغې جواب ورکړو چې، ”هغوئ زما مالِک چرته اوړے دے او ما ته پته نشته چې هغه يې کوم ځائ ښخ کړے دے.“</verse>
				<verse number="14">د دې خبرو نه پس هغې مخ راواړولو او عيسىٰ يې هلته ولاړ وليدو، خو هغې ونۀ پېژندلو چې دا عيسىٰ دے.</verse>
				<verse number="15">عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟ تۀ څوک لټوې؟“ هغې دا خيال وکړو چې دا د دې باغ مالى دے، نو ورته يې ووئيل، ”صاحبه، کۀ چرې تا هغه د دې ځائ نه وړے وى نو ما ته ووايه چې هغه دې کوم ځائ ښخ کړے دے، او زۀ به هغه يوسم.“</verse>
				<verse number="16">عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”مريمې.“ هغې هغۀ ته مخ ورواړولو او په آرامى ژبه کښې يې وئيل، ”ربونى.“ چې مطلب يې اُستاذ دے.</verse>
				<verse number="17">عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ګوره چې ما ته لاس رانۀ وړې ځکه چې زۀ لا خپل پلار ته نۀ يم ورغلے. خو زما وروڼو له لاړه شه او هغوئ ته ووايه چې زۀ خپل پلار له او ستاسو پلار له، خپل خُدائ پاک له او ستاسو خُدائ پاک له پاس ځم.“</verse>
				<verse number="18">مريم مګدلينى مريدانو له لاړه او وې وئيل چې، ”ما مالِک وليدو.“ او هغې هغوئ ته د هغه هر څۀ حال ووئيلو څۀ چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو.</verse>
				<verse number="19">د پير په شپه چې مريدانو د يهوديانو د يرې نه دروازې بندې کړې وې ناست وُو، چې په دې کښې عيسىٰ راغلو، د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“</verse>
				<verse number="20">د دې نه پس هغۀ هغوئ ته خپل لاسونه او خپله پښتۍ وښودله. نو چې کله مريدانو مالِک وليدو نو هغوئ ډېر خوشحاله شُو.</verse>
				<verse number="21">عيسىٰ يو ځل بيا وفرمائيل چې، ”په تاسو دې سلامتيا وى، څنګه چې پلار زۀ رالېږلے يم هم دغسې زۀ تاسو لېږم.“</verse>
				<verse number="22">بيا يې په هغوئ وپوکل او وې فرمائيل، ”زما له خوا نه روحُ القُدس قبول کړئ.</verse>
				<verse number="23">کۀ چرې تاسو د چا ګناهونه وبخښئ نو هغوئ به وبخښلے شى، او کۀ تاسو هغوئ ونۀ بخښئ نو هغوئ به ونۀ بخښلے شى.“</verse>
				<verse number="24">په دولسو مريدانو کښې يو توما چې برغونے هم بللے شى کله چې عيسىٰ راغے هغه د نورو سره موجود نۀ وو.</verse>
				<verse number="25">نو نورو مريدانو هغۀ ته ووئيل چې، ”مونږ مالِک وليدلو.“ خو توما هغوئ ته ووئيل چې، ”ترڅو چې ما د هغۀ په لاس کښې د مېخونو زخمونه ليدلى نۀ وى او د مېخونو په زخمونو مې ګوتې وهلې نۀ وى، او خپل لاس مې د هغۀ په پښتۍ نۀ وى لګولے نو زۀ به په دې هيڅکله يقين ونۀ کړم.“</verse>
				<verse number="26">اتۀ ورځې پس د هغۀ مريدان بيا په هماغه کور کښې دننه راجمع وُو او توما هم د هغوئ سره موجود وو. اګر کۀ دروازې تالا وې خو عيسىٰ راغلو د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې فرمائيل، ”په تاسو دې سلامتيا وى.“</verse>
				<verse number="27">بيا هغۀ توما ته وفرمائيل، ”خپلې ګوتې دلته کېږده او زما لاسونه ووينه او خپل لاس راوړاندې کړه او زما په پښتۍ يې ولګوه. نور شک مۀ کوه خو يقين کوه.“</verse>
				<verse number="28">توما هغۀ ته ووئيل، ”زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.“</verse>
				<verse number="29">عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”په دې چې تا زۀ وليدم نو ايمان دې راوړو. بختور دى هغوئ چا چې زۀ نۀ يم ليدلے او ايمان يې راوړے دے.“</verse>
				<verse number="30">عيسىٰ د خپلو مريدانو په موجودګۍ کښې نورې هم ډيرې معجزې څرګندې کړې دى، کومې چې په دې کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوې.</verse>
				<verse number="31">خو دا يو څو معجزې ځکه ليکلے شوې دى چې تاسو په دې ايمان راوړئ چې عيسىٰ هم مسيح، يعنې د خُدائ پاک زوئ دے، او چې د ايمان راوړلو په وسيله تاسو ته د هغۀ په نوم ژوندون مِلاو شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">څۀ موده پس عيسىٰ بيا د ګليل د درياب په غاړه مريدانو ته خپل ځان څرګند کړو. هغه په دې طريقه څرګند شو.</verse>
				<verse number="2">شمعون پطروس او توما چې غبرګونے هم بللے کيږى او نتنى‌ايل چې د ګليل د قانا وو او د زبدى زامن، او دوه نور مريدان هم هلته موجود وو.</verse>
				<verse number="3">شمعون پطروس هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د کبانو ښکار له ځم.“ نو هغوئ ورته ووئيل چې، ”مونږ به هم درسره ځو.“ هغوئ روان شول او کشتۍ ته وختل خو په هغه شپه هغوئ هيڅ ونۀ نيول.</verse>
				<verse number="4">چې سحر شو نو عيسىٰ د درياب په غاړه ولاړ وو خو مريدانو ته دا پته نۀ وه چې دا عيسىٰ دے.</verse>
				<verse number="5">عيسىٰ هغوئ ته نعرې کړې، ”اے دوستانو، تاسو څۀ کبان ونيول کۀ نه؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“</verse>
				<verse number="6">هغوئ ته يې وفرمائيل، ”د کِشتۍ ښى طرف ته جال وولئ نو تاسو به څۀ کبان ونيسئ.“ کله چې هغوئ جال وغورزولو نو هغوئ جال کِشتۍ ته نۀ شو راخېژولے ځکه چې په هغې کښې ډېر زيات کبان راګېر شوى وُو.</verse>
				<verse number="7">بيا هغه مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله پطروس ته ووئيل، ”دا خو مالِک دے.“ کله چې شمعون پطروس دا واورېدل چې دا مالِک دے نو هغۀ زر خپل قميص واچولو ځکه چې هغۀ خپل قميص کوز کړے وو او درياب ته يې ودانګل.</verse>
				<verse number="8">خو نور مريدان په کِشتۍ کښې راغلل او د کبانو ډک جال يې راښکو ځکه چې هغوئ د وچې زمکې نه لرې نۀ وُو خو تقريباً يو سل ګزه به وراخوا وُو.</verse>
				<verse number="9">کله چې هغوئ غاړې ته راوختل نو هغوئ د سکرو اور وليدو چې دپاسه پرې کبان او لږه روټۍ پرته وه.</verse>
				<verse number="10">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د خپلو هغه کبانو نه چې اوس مو ونيول څۀ راوړئ.“</verse>
				<verse number="11">نو شمعون پطروس کِشتۍ ته ورغلو او جال يې زمکې ته راښکلو چې د غټو کبانو نه ډک وو، او دا يو سل درې پنځوس وُو، او سره د دې چې دومره زيات وُو خو بيا هم جال ونۀ شلېدلو.</verse>
				<verse number="12">عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”راشئ او ناشته وکړئ.“ په مريدانو کښې يو کس هم دا همت ونۀ کړو چې تپوس ترې وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“ ځکه چې هغوئ ته دا پته وه چې دا مالِک دے.</verse>
				<verse number="13">عيسىٰ راغلو، او روټۍ يې واخسته او هغوئ له يې ورکړه او هم دغه شان يې کبان هم تقسيم کړل.</verse>
				<verse number="14">اوس دا درېم ځل وو چې عيسىٰ د مړو نه د ژوندى کېدو نه وروستو مريدانو ته ځان څرګند کړو.</verse>
				<verse number="15">د ناشتې نه پس عيسىٰ شمعون پطروس ته وفرمائيل، ”شمعونه د يوحنا زويه، تۀ د نورو ټولو نه ما سره زياته مينه کوې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”آو مالِکه، تا ته پته ده چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”نو بيا زما ګډورى وڅروه.“</verse>
				<verse number="16">په دوېم ځل هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس ورته ووئيل، ”آو، مالِکه، تا ته ښۀ پته ده چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”نو بيا زما ګډې سمبالې کړه.“</verse>
				<verse number="17">په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه.</verse>
				<verse number="18">زۀ تا ته رښتيا وايم چې کله چې تۀ ځوان وې نو تا به خپله ملا په خپله تړله او چرته چې به دې خوښه وه هلته به تللې، خو کله چې تۀ زوړ شې نو تۀ به خپل لاسونه خوارۀ کړې او بل څوک به دې ملا وتړى او هغه خوا ته به دې بوځى چرته چې تۀ تلل نۀ غواړې.“</verse>
				<verse number="19">عيسىٰ دا خبره د دې راز څرګندولو دپاره وکړه چې پطروس به په دغه شان شهيد کړے شى چې د خُدائ پاک جلال به په کښې څرګند شى. بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“</verse>
				<verse number="20">پطروس راوګرځېدو او هغه مريد يې په ځان پسې راروان وليدلو د چا سره چې عيسىٰ مينه کوله، هغه چې د ماښام د روټۍ په وخت کښې عيسىٰ سره نزدې ناست وو او دا تپوس يې ترېنه کړے وو چې، ”مالِکه، هغه څوک دے چې په تا به مُخبرى کوى؟“</verse>
				<verse number="21">کله چې پطروس هغه وليدو نو د عيسىٰ نه يې تپوس وکړو، ”مالِکه، د هغۀ اَنجام به څۀ وى؟“</verse>
				<verse number="22">عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ زۀ وغواړم چې هغه دې تر هغې ژوندے پاتې شى ترڅو چې زۀ بيا راشم نو ستا په دې کښې څۀ؟ تۀ ما پسې راځه.“</verse>
				<verse number="23">په دې وجه د ايماندارانو په مينځ کښې دا خبره خوره شوه چې دا مريد به نۀ مرى. خو عيسىٰ دا نۀ وُو فرمائيلى چې هغه به نۀ مرى، هغۀ صرف وفرمائيل، ”کۀ زۀ وغواړم چې هغه دې تر هغې ژوندے پاتې شى ترڅو چې زۀ بيا راشم، نو ستا په دې کښې څۀ؟“</verse>
				<verse number="24">دا هغه مريد دے چې د دې هر څۀ ګواهى کوى او دا يې وليکل. مونږ ته پته ده چې د هغۀ ګواهى رښتيا ده.</verse>
				<verse number="25">خو نور هم ډېر کارونه دى چې عيسىٰ کړى وُو، کۀ چرې دا ټول ليکلے شوے وے نو زما دا خيال دے چې په ټوله دُنيا کښې به د هغه ليکلے شوو کتابونو ځائ نۀ وے.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="44">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">اے تيوفيلوسه، ما په خپل اول کِتاب کښې ټول هغه څۀ وليکل چې عيسىٰ د هغې په کولو او ښودلو شروع وکړه،</verse>
				<verse number="2">د هغۀ آسمان ته د پورته کېدو تر ورځې پورې عيسىٰ د روحُ القُدس په وسيله خپلو غوره شوو رسولانو ته نور هدايات ورکړل.</verse>
				<verse number="3">هغۀ د خپل مرګ نه پس هغوئ ته ځان څرګند کړو او هغوئ ته يې ډېر ثبوتونه پېش کړل چې هغه ژوندے دے او تر څلوېښتو ورځو هغه هغوئ ته ښکاره کېدو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله تعليم ورکولو.</verse>
				<verse number="4">ترڅو چې هغه د هغوئ سره وو نو هغۀ هغوئ ته حکم وکړو چې، ”يروشلم مۀ پرېږدئ، بلکې د هغه وعدې انتظار وکړئ چې زما پلار کړې ده، د کومې په حقله چې تاسو زما نه اورېدلى دى.</verse>
				<verse number="5">يحيىٰ به په اوبو بپتسمه ورکوله خو په يو څو ورځو کښې به تاسو ته په روحُ القُدس بپتسمه درکړے شى.“</verse>
				<verse number="6">نو کله چې هغوئ يو ځائ راجمع وُو هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”مالِکه، ولې دا هغه وخت دے چې تۀ به د بنى اِسرائيلو بادشاهى بيا قائمه کړې؟“</verse>
				<verse number="7">عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستاسو کار نۀ دے چې د هغه وختونو او تاريخونو په حقله پوهه شئ کوم چې زما پلار په خپل اختيار مقرر کړى دى.</verse>
				<verse number="8">خو تاسو ته به د روحُ القُدس په نازلېدو طاقت درکړے شى او تاسو به په يروشلم کښې او په ټوله يهوديه او سامريه کښې او د دُنيا تر بله سره زما ګواهان يئ.“</verse>
				<verse number="9">کله چې هغۀ دا وفرمائيل او هغوئ لا ورته کتل، چې هغه پورته کړے شو او يوه وريځ راغله او هغه يې د هغوئ د سترګو نه پناه کړو.</verse>
				<verse number="10">کله چې هغه آسمان ته بره روان وو او مريدانو آسمان ته نېغ نېغ کتل نو ناګهانه دوه سړى په سپينو جامو کښې د هغوئ په خوا کښې ودرېدل.</verse>
				<verse number="11">هغوئ ووئيل چې، ”اے د ګليل خلقو، تاسو دلته ولې ولاړ يئ او بره آسمان ته ګورئ؟ دغه عيسىٰ څوک چې ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو، هغه به هم په دې طريقه واپس راشى څنګه چې تاسو هغه آسمان ته په تلو وليدو.“</verse>
				<verse number="12">بيا هغوئ د زيتُونو د غرۀ نه يروشلم ته واپس شول کوم چې يروشلم ته نزدې دے او د يروشلم نه تقريباً يو کيلوميټر لرې وو.</verse>
				<verse number="13">کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ هغه بالاخانې ته لاړل چرته چې هغوئ دېره وُو. څوک چې هلته موجود وو هغوئ کښې پطروس، يوحنا، يعقوب، اندرياس، فيليپوس، توما، برتلماۍ، متى، يعقوب د حلفئ زوئ، شمعون ننګيالے او يهوداه د يعقوب زوئ وو.</verse>
				<verse number="14">هغوئ ټول په يوه مخه په دُعا سر وُو او د هغوئ سره ښځې هم وې چې په کښې مريم د عيسىٰ مور او د هغۀ وروڼه هم شامل وُو.</verse>
				<verse number="15">په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه،</verse>
				<verse number="16">او وې وئيل، ”دوستانو، هغه پېشګويانې چې په صحيفو کښې ليکلى دى ضرور به پوره شى کومې چې د داؤد په خولۀ روحُ القُدس د يهوداه په حقله کړې وې چې هغه به د عيسىٰ د ګرفتارونکو دپاره مُخبر شى.</verse>
				<verse number="17">هغه زمونږ د قبيلې نه يو وو او په دې خِدمت کښې زمونږ سره ملګرے وو.“</verse>
				<verse number="18">د خپلې مخبرۍ د قيمت په بدله کښې، يهوداه يو پټے واخستو او هلته سر د لاندې راپرېوتو، خېټه يې وشلېده او ټولې کولمې يې بهر راووتلې.</verse>
				<verse number="19">په يروشلم کښې هر چا ته د دې خبرې پته ولګېده نو هغوئ په هغه پټى په خپله ژبه کښې حقلدما نوم کېښودو، چې مطلب يې د وينې پټے دے.</verse>
				<verse number="20">او پطروس ووئيل چې، ”په زبور کښې دا ليکلى دى چې، د هغۀ کور دې وران شى او داسې څوک دې پاتې نۀ شى چې په هغې کښې اوسى. او د هغۀ د مشرۍ مقام دې نورو خلقو ته حواله شى.</verse>
				<verse number="21">نو په کار دے چې يو سړے د يهوداه په ځائ مقرر کړو د چا چې زمونږ سره د مالِک عيسىٰ د خِدمت په ټول وخت کښې راشه درشه وه،</verse>
				<verse number="22">د يحيىٰ د بپتسمې نه تر هغه وخته پورې چې هغه زمونږ نه پورته کړے شو. نو چې مونږ څوک منتخب کړو هغه به مونږ سره د عيسىٰ د بيا ژوندى کېدو ګواه وى.“</verse>
				<verse number="23">نو هغوئ دوه کسان خوښ کړل، يوسف چې په برسبا مشهور وو او يوستوس هم ورته وئيلے شو او دوېم متياس وو.</verse>
				<verse number="24">بيا هغوئ دُعا وکړه او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، تۀ د ټولو د زړونو نه خبر يې، مونږ ته دا وښايه چې په دوئ کښې تا کوم يو غوره کړے دے</verse>
				<verse number="25">چې دا خِدمت او رسالت سمبال کړى کوم چې يهوداه پرېښودو او هغه هلته لاړو چرته چې هغۀ ته تلل په کار وو.“</verse>
				<verse number="26">بيا هغوئ خسڼے واچولو او هغه د متياس په نوم راوختلو. نو بيا هغه د يوولسو رسولانو سره شامل شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">د فسحې اختر نه وروسته د پنځوسمې ورځ لمانځلو دپاره ايمانداران ټول په يو ځائ راجمع شوى وُو،</verse>
				<verse number="2">ناګهانه د آسمان نه د تېز باد په شان آواز راغلو او په هغه ټول کور کښې خور شو چرته چې هغوئ ناست وُو.</verse>
				<verse number="3">او هغوئ د اور په شان ژبې وليدلې چې په خپلو کښې جدا شوې، او په هغوئ هر يو نازلې شوې.</verse>
				<verse number="4">او هغوئ ټول د روحُ القُدس نه معمور شول او په نورو ژبو يې خبرې شروع کړې څنګه چې روحُ القُدس د خبرو طاقت ورکړو.</verse>
				<verse number="5">هغه وخت په يروشلم کښې د آسمان د لاندې د هر قوم نه راغلى پرهيزګاره يهوديان اوسېدل.</verse>
				<verse number="6">کله چې هغوئ دا آواز واورېدلو نو ګڼه راجمع شوه او هغوئ په دې حېران شول ځکه چې هغوئ هر يو په خپله خپله ژبه د هغوئ نه خبرې اورېدلې.</verse>
				<verse number="7">په سختې حېرانتيا سره هغوئ تپوس وکړو چې، ”دا ټول ګليليان نۀ دى چې خبرې کوى څۀ؟</verse>
				<verse number="8">نو بيا دا څنګه کېدے شى چې مونږ هر يو د هغوئ نه زمونږ په مورنۍ ژبه خبرې اورو؟</verse>
				<verse number="9">يعنې پارتهيان، ميديان، عيلاميان، او د مسوپتاميه اوسېدونکى، د يهوديه، کپدوکيه، پونطوس، آسيه،</verse>
				<verse number="10">فروګيه، پمفوليه، مِصر، ليبيا د ضلعو چې د کرينى طرف ته دى او هم رومى مسافران،</verse>
				<verse number="11">يهوديان او نوې يهوديان شوى دواړه، کريتيان او عرب، مونږ ټول اورو چې هغوئ د خُدائ پاک لوئ کارونه زمونږ په خپلو ژبو کښې بيانوى.“</verse>
				<verse number="12">هغوئ ټول حېران او پرېشانه وُو او يو بل ته يې ووئيل چې، ”د دې څۀ مطلب دے؟“</verse>
				<verse number="13">خو ځينو په هغوئ پورې ټوقې وکړې او وئ وئيل چې، ”دوئ د شرابو په نشه کښې دى.“</verse>
				<verse number="14">بيا پطروس د نورو يوولسو تنو سره پاڅېدو او په اوچت آواز يې ګڼې ته بيان وکړو، ”اے يهوديانو ملګرو او د يروشلم اوسېدونکو، څۀ چې زۀ وايم هغه غور سره واورئ.</verse>
				<verse number="15">دا کسان د شرابو په نشه کښې نۀ دى لکه څنګه چې ستاسو خيال دے ځکه چې اوس خو لا د سحر نهۀ بجې دى.</verse>
				<verse number="16">خو دا هغه څۀ دى چې يوايل نبى د هغې په حقله وئيلى وُو چې،</verse>
				<verse number="17">خُدائ پاک فرمائى، د دې ټولو کارونو کولو نه وروستو به زۀ خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. ستاسو زامن او لوڼه به نبوت کوى. ستاسو مشران به خوبونه وينى، او ستاسو ځوانان به رويا ګانې وينى.</verse>
				<verse number="18">تر دې چې زۀ به په هغه ورځو کښې په خپلو نوکرانو سړو او ښځو دواړو خپل روح هم نازل کړم او هغوئ به نبوت کوى.</verse>
				<verse number="19">او زۀ به په آسمانونو او زمکه کښې حېرانونکى نښې يعنې وينه، اور او د لوګى برجۍ ښکاره کړم.</verse>
				<verse number="20">نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى.</verse>
				<verse number="21">خو څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى.</verse>
				<verse number="22">اے د بنى اِسرائيلو خلقو، دا خبرې واورئ چې، عيسىٰ ناصرى يو سړے وو چې خُدائ پاک تاسو ته په معجزو او په عجيبه کارونو او نښو سره د هغۀ تصديق وکړو، کومې چې خُدائ پاک د هغۀ په وسيله ستاسو په مينځ کښې وکړې، لکه څنګه چې تاسو ته په خپله پته ده.</verse>
				<verse number="23">دا سړے د خُدائ پاک د خاص منصوبې او د پوهې په مطابق تاسو ته حواله کړے شو او تاسو هغه د بې‌دينه خلقو په وسيله په سولۍ وخېژولو او مړ مو کړو.</verse>
				<verse number="24">خو خُدائ پاک هغه بيا راژوندے کړو او د مرګ د تکليفونو نه يې خلاص کړو ځکه چې د دې امکان نۀ وو چې مرګ په هغۀ قبضه وکړى.</verse>
				<verse number="25">حضرت داؤد د هغۀ په حقله فرمائى چې، ”زۀ په دې پوهېږم مالِک خُدائ همېشه راسره دے. هغه ما سره په خوا کښې دے نو زۀ به نۀ غورزېږم.</verse>
				<verse number="26">نو ځکه مې زړۀ خوشحاله دے خوشحالېږم، ژوند کوم او په امان کښې اوسېږم، په دې وجه زما زړۀ خوشحاله دے او زما ژبه خوشحالى کوى، بلکې زما بدن به هم په اُميد کښې اوسى،</verse>
				<verse number="27">ځکه چې تۀ به زما روح عالمِ ارواح ته پرې نۀ ږدې او نۀ به تۀ خپل قُدوس خاوره کېدو ته پرېږدې.</verse>
				<verse number="28">تۀ به ما ته ‎د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما ته راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما ته راکړې.“</verse>
				<verse number="29">زما دوستانو، زۀ به درته په اطمينان سره دا ووايم چې نيکۀ داؤد وفات شوے وو او ښخ کړے شوے وو او د هغۀ قبر تر نن ورځې دلته موجود دے.</verse>
				<verse number="30">خو داؤد پېغمبر وو او هغۀ ته پته وه چې خُدائ پاک هغۀ سره وعده او قسم کړے دے چې د هغۀ د اولاد نه به هغه يو کس د هغۀ په تخت کښېنوى.</verse>
				<verse number="31">هغه د مستقبل نه خبر وو نو هغۀ د مسيح د بيا ژوندى کېدو په حقله وئيل چې، نۀ به هغه عالمِ ارواح کښې پرېښودلے شى، او نۀ به د هغۀ بدن خاوره کېدو ته پرېښودلے شى.</verse>
				<verse number="32">هم دغسې خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو او مونږ ټول د دې حقيقت ګواهان يُو.</verse>
				<verse number="33">نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته وخېژولے شو، هغۀ د پلار نه وعده کړے شوے روحُ القُدس حاصل کړو او په مونږ يې رانازل کړو کوم چې نن سبا تاسو وينئ او اورئ.</verse>
				<verse number="34">خو داؤد په خپله آسمان ته نۀ وو ختلے خو هغه هم وائى چې، ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل چې زما ښى لاس ته کښېنه،</verse>
				<verse number="35">ترڅو چې ستا دشمنان ستا تر پښو لاندې کړم.“</verse>
				<verse number="36">نو ځکه دې ټول بنى اِسرائيل په دې پوهه شى چې کوم عيسىٰ چې تاسو په سولۍ کړے وو خُدائ پاک هم هغه مالِک او مسيح کړو.“</verse>
				<verse number="37">چې کله خلقو دا واورېدل نو زړونه يې مات شول او پطروس او رسولانو ته يې ووئيل چې، ”اے وروڼو، نو مونږ ته څۀ کول په کار دى؟“</verse>
				<verse number="38">پطروس هغوئ ته ووئيل، ”توبه ګار شئ او تاسو هر يو د خپلو ګناهونو د معافۍ دپاره د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه واخلئ او تاسو ته به د روحُ القُدس نعمت مِلاو شى.</verse>
				<verse number="39">ځکه چې دا وعده ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره ده او د هغوئ ټولو دپاره ده څوک چې لرى اوسيږى او د هغوئ ټولو دپاره چې زمونږ مالِک خُدائ پاک ځان ته رابللى دى.“</verse>
				<verse number="40">او پطروس په داسې نورو ډېرو خبرو د هغوئ ډاډګيرنه وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”خپل ځانونه د دې خرابې پيړۍ نه وساتئ.“</verse>
				<verse number="41">چا چې د هغۀ پېغام قبول کړو هغوئ ته بپتسمه ورکړے شوه، او په هغه ورځ تقريباً درې زره کسان د هغوئ د قبيلې سره ملګرى شول.</verse>
				<verse number="42">ټولو ايماندارانو خپل ځانونه د رسولانو تعليم، ملګرتيا، په شريکه روټۍ او د دُعا دپاره وقف کړى وُو.</verse>
				<verse number="43">په هر چا يره وه ځکه چې رسولانو د خُدائ پاک په وسيله معجزې او عجيبه کارونه کول.</verse>
				<verse number="44">او ټول ايمانداران په يو ځائ راجمع کېدل او په هر څۀ کښې شريک وُو.</verse>
				<verse number="45">او هغوئ خپل مال اسباب خرڅولو او هر چا ته يې د حاجت په مطابق پېسې ورکولې.</verse>
				<verse number="46">هغوئ به هره ورځ په يو زړۀ د خُدائ په کور کښې راجمع کېدل او په کورونو کښې به يې په شريکه روټۍ خوړله او خپل خوراک به يې په خوشحالۍ او په صفا زړۀ يو بل سره شريکولو.</verse>
				<verse number="47">هغوئ د خُدائ پاک ثنا وئيله، او ټول خلق ترې راضى وُو. هره ورځ څومره خلقو چې خلاصون موندلو نو مالِک د هغوئ په ډله کښې شاملول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">يوه ورځ ماسپښين درې بجې د عبادت په وخت پطروس او يوحنا د خُدائ کور ته تلل.</verse>
				<verse number="2">نو يو سړے چې پېدائشى شل وو هغه د خُدائ د کور هغه دروازې ته راوستے شو چې ورته ښکلې دروازه وائى. هغه به هره ورځ دې دپاره راوستے شو چې د هغه خلقو نه خېرات وغواړى چې د خُدائ کور ته ننوتل.</verse>
				<verse number="3">چې کله هغۀ پطروس او يوحنا د خُدائ کور ته په ننوتو وليدل نو خېرات يې ترې وغوښتو.</verse>
				<verse number="4">نو پطروس او يوحنا هغۀ ته نېغ وکتل او پطروس ورته ووئيل، ”مونږ ته وګوره.“</verse>
				<verse number="5">نو هغه سړى دوئ ته په غور سره وکتل او د خېرات طمع يې ترې کوله.</verse>
				<verse number="6">خو پطروس ورته ووئيل چې، ”ما سره سرۀ زر يا سپين زر نشته خو څۀ چې ما سره دى هغه زۀ تا له درکوم. د عيسىٰ مسيح ناصرى په نوم پاڅه او وګرځه.“</verse>
				<verse number="7">بيا پطروس هغه د ښى لاس نه ونيولو، او د هغۀ په ودرولو کښې يې مدد وکړو او سمدستى يې په پښو او ګيټو کښې طاقت پېدا شو.</verse>
				<verse number="8">هغۀ ټوپ کړو او په خپلو پښو ودرېدو او په ګرځېدو شو. نو بيا هغه د هغوئ سره د خُدائ پاک کور ته ورننوتو، هغه په خپله روان وو او ټوپونه يې وهل او د خُدائ ثناء يې وئيله.</verse>
				<verse number="9">کله چې ټولو خلقو هغه په تلو او د خُدائ پاک په ثنا وئيلو وليدلو</verse>
				<verse number="10">او هغوئ وپېژندلو چې دا خو هغه سړے دے څوک چې به د خُدائ د کور د ښکلې دروازې سره ناست وو او خير به يې غوښتو، نو څۀ چې دۀ سره شوى وُو، هغوئ په دې حق حېران شول.</verse>
				<verse number="11">هغه وخت چې هغه خير مار پطروس او يوحنا کلک نيولى وُو نو ټول خلق په حېرانتيا او په منډه هغه ځائ ته راغلل چې ورته د سليمان ډيوډۍ وائى.</verse>
				<verse number="12">چې کله پطروس دا وليدل نو هغوئ ته يې ووئيل چې، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو په دې ولې حېران شوئ او تاسو ولې مونږ ته ګورئ چې ګنې دا سړے مونږ په خپل طاقت يا په خپلې ديندارۍ د ګرځېدو کړو؟</verse>
				<verse number="13">خو دا د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ ته جلال ورکړو. تاسو هغه د مرګ دپاره حاکمانو ته حواله کړو او د پيلاطوس په وړاندې مو هغه رد کړو، اګر چې پيلاطوس د هغۀ د پرېښودو فېصله کړې وه.</verse>
				<verse number="14">خو تاسو يو مقدس او صادق سړے رد کړو او د دې په ځائ مو د يو قاتِل د خلاصولو دپاره زارى وکړه.</verse>
				<verse number="15">تاسو د ژوندون ورکولو سردار ووژلو، خو خُدائ پاک هغه د مړو نه بيا ژوندے کړو. مونږ د دې ګواهان يُو.</verse>
				<verse number="16">د عيسىٰ په نوم د ايمان په وسيله، دا سړے چې تاسو يې وينئ او پېژنئ ورته طاقت ورکړے شو. د عيسىٰ په نوم ايمان دې سړى ته مکمله شفا ورکړه او تاسو ټول يې وينئ.</verse>
				<verse number="17">او اوس زما وروڼو، ما ته پته ده چې تاسو او ستاسو مشرانو دا کار په ناپوهۍ کښې وکړو،</verse>
				<verse number="18">خو په دې طريقه خُدائ پاک هغه پېشګويۍ پوره کړې چې هغۀ د ټولو نبيانو په وسيله کړې وې چې د هغۀ مسيح به تکليف وزغمى.</verse>
				<verse number="19">نو توبه وکړئ او خُدائ پاک ته راوګرځئ چې ګناهونه مو معاف شى.</verse>
				<verse number="20">نو د مالِک د حضور نه به په تاسو د سکون وخت راشى او هغه به تاسو ته بيا عيسىٰ چې مسيح دے درولېږى چې ستاسو دپاره مقرر شوے دے.</verse>
				<verse number="21">د دُنيا د هر څۀ د بيا نوې کېدو وخت پورې هغه به په آسمان کښې پاتې وى څنګه چې خُدائ پاک د ډېر وړاندې نه د مقدسو نبيانو په وسيله وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="22">ځکه موسىٰ وفرمائيل چې، ”خو مالِک خُدائ پاک به تاسو ته زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى او تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ.</verse>
				<verse number="23">هغه به زما په نوم خبرې کوى او هر څوک چې د هغۀ د منلو نه اِنکار وکړى نو سزا به ورکړم.“</verse>
				<verse number="24">حقيقت کښې سموئيل او ټول نبيان چې د هغۀ نه پس راغلل هغوئ هم د دې موجوده حالاتو پېشګوئې وکړه.</verse>
				<verse number="25">او تاسو د نبيانو او د هغه وعدې وارثان يئ چې خُدائ پاک ستاسو پلار نيکونو سره کړې وه. هغۀ اِبراهيم ته وفرمائيل چې، ”د زمکې ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى.“</verse>
				<verse number="26">کله چې خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ راوچت کړو نو اول يې هغه تاسو ته درولېږلو چې تاسو له برکت درکړى چې تاسو هر يو د خپلو بدو لارو نه واړوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">پطروس او يوحنا لا خلقو ته بيان کولو چې مشران اِمامان او د خُدائ د کور د محافظانو آفسر او صدوقيان هغوئ ته راغلل.</verse>
				<verse number="2">هغوئ په دې ډېر خفه شول ځکه چې رسولانو خلقو ته دا تعليم او پېغام ورکولو چې څنګه عيسىٰ د مړو نه را ژوندے شو دغه شان به مړى هم د هغۀ په شان راژوندى کيږى.</verse>
				<verse number="3">هغوئ پطروس او يوحنا ګرفتار کړل او په قېدخانه کښې يې تر بلې ورځې واچول، ځکه چې ماښام وو.</verse>
				<verse number="4">خو ډېرو کسانو چې دا کلام واورېدو، ايمان يې راوړو او د سړو شمېر تقريباً پينځۀ زره کسانو ته ورسېدو.</verse>
				<verse number="5">په بله ورځ حاکمان، مشران او د شرعې عالمان په يروشلم کښې راجمع شول،</verse>
				<verse number="6">مشر اِمام اناس او کائفس، يوحنا او سکندر او ورسره د مشر اِمام د خاندان نور خلق هم هلته وُو.</verse>
				<verse number="7">هغوئ پطروس او يوحنا د هغوئ وړاندې راوستل او تپوسونه يې ترې وکړل چې، ”تاسو په کوم طاقت يا د چا په نوم دا کار کړے دے؟“</verse>
				<verse number="8">بيا پطروس له روحُ القُدس نه معمور شو او هغوئ ته يې ووئيل، ”اے د خلقو حاکمانو او مشرانو.</verse>
				<verse number="9">کۀ چرې نن زمونږ نه د هغه نېک کار تپوسونه کوئ چې د هغه ګوډ سړى سره مو څۀ کړى دى او دا تپوس کوئ چې هغه څنګه روغ شو،</verse>
				<verse number="10">نو په دې پوهه شئ تاسو او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو چې، دا سړے ستاسو په وړاندې د عيسىٰ مسيح ناصرى د نوم په وسيله روغ ولاړ دے، څوک چې تاسو په سولۍ کړو خو خُدائ پاک هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو.</verse>
				<verse number="11">دا عيسىٰ ”هغه کاڼے دے چې تاسو ګِلکارانو رد کړے وو او هغه د ګوټ سر کاڼے شو.“</verse>
				<verse number="12">د بل هيچا په وسيله خلاصون نشته ځکه چې په ټوله دُنيا کښې بل نوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چې په هغې مونږ خلاصون ومومو.“</verse>
				<verse number="13">کله چې دوئ د پطروس او يوحنا زړۀ ورتيا وليدله او دا هم ورته معلومه شوه چې دوئ عام او بې‌علمه خلق وُو، نو هغوئ حېران شول او وې پېژندل چې دا د عيسىٰ ملګرى وُو.</verse>
				<verse number="14">خو چې هغوئ هغه سړے روغ جوړ د دوئ سره ولاړ وليدلو نو هغوئ سره د دې خلاف د وئيلو هيڅ نۀ وو.</verse>
				<verse number="15">نو هغوئ ورته حُکم ورکړو چې د جرګې نه وځئ او بيا يې په خپل مينځ کښې په دې صلاح مشوره شروع کړه.</verse>
				<verse number="16">هغوئ ووئيل چې، ”مونږ دې سړو سره څۀ وکړو؟ ځکه چې په يروشلم کښې هر چا ته پته ده چې يوه نا آشنا معجزه دوئ کړې ده او مونږ د دې نه اِنکار نۀ شو کولے.</verse>
				<verse number="17">خو د دې دپاره چې په خلقو کښې دا خبره نوره خوره نۀ شى، مونږ ته په کار دى چې دې سړو ته خبردارے ورکړو چې نور به په دغه نوم د هيچا سره خبرې نۀ کوى.“</verse>
				<verse number="18">بيا يې هغوئ دننه راوبلل او حُکم يې ورکړو چې، ”د عيسىٰ په نوم به هيڅ قسم خبرې يا تعليم نۀ ورکوئ.“</verse>
				<verse number="19">خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې د خُدائ پاک په نظر کښې دا خبره ټيک ده چې مونږ د هغۀ په ځائ ستاسو ومنو.</verse>
				<verse number="20">مونږ د هغه څۀ په حقله د وئيلو نه نۀ شُو منع کېدے څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى.“</verse>
				<verse number="21">په دوېم ځل يې سخت خبردارے ورکړو او پرې يې ښودل. هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې دوئ ته څنګه سزا ورکړى، ځکه چې ټولو خلقو په هغه شوى کار د خُدائ پاک ثنا وئيله.</verse>
				<verse number="22">نو چې کوم سړى ته په مُعجزانه طور شفا مِلاو شوې وه د هغۀ عُمر د څلوېښتو کالو نه زيات وو.</verse>
				<verse number="23">کله چې پطروس او يوحنا آزاد کړے شول نو هغوئ خپلو ملګرو له لاړل او هغه هر څۀ يې ورته ووئيل څۀ چې مشرانو اِمامانو او مشرانو هغوئ ته وئيلى وُو.</verse>
				<verse number="24">کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ په جمع په اوچت آواز خُدائ پاک ته دُعا وکړه او وئ وئيل، ”اے مالِکه، د زمکې آسمان او سمندر او هر څۀ چې په دې کښې دى د هغې خالقه،</verse>
				<verse number="25">دا تا د روحُ القُدس په وسيله زمونږ د نيکۀ داؤد په خولۀ فرمائيلى وُو چې، ”قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بې‌فائدې سازشونه کوى؟</verse>
				<verse number="26">د دُنيا بادشاهان راپورته شول او حاکمان د مالِک خلاف او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.“</verse>
				<verse number="27">په حقيقت کښې په دې ښار کښې هيروديس او پنطوس پيلاطوس دواړه د غېر يهودى قومونو او د بنى اِسرائيلو خلقو سره ستا د پاک خادِم عيسىٰ چې تا مسح کړے دے، خلاف يو ځائ شول،</verse>
				<verse number="28">چې هغه هر څۀ وکړى کوم چې ستا د لاس لاندې او ستا په حُکم د مخکښې نه مقرر شوى وُو.</verse>
				<verse number="29">او اوس اے مالِکه، د هغوئ دهمکيانو ته غور وکړه او خپلو خادِمانو ته پوره زړۀ ورتيا ورکړه چې ستا کلام بيان کړى.</verse>
				<verse number="30">خپل لاس راوږد کړه چې شفا ورکړى او معجزې نښې او عجيبه کارونه ستا د پاک خادِم عيسىٰ د نوم په وسيله وکړى.“</verse>
				<verse number="31">کله چې هغوئ دُعا وکړه نو په کوم کور کښې چې هغوئ راغونډ شوى وُو، هغه وجړقېدلو او هغوئ ټول په روحُ القُدس معمور شول او د خُدائ پاک کلام يې په زړۀ ورتيا بيان کړو.</verse>
				<verse number="32">ټول ايمانداران په يو زړۀ وو او چا هم دا دعوىٰ نۀ کوله چې دا د هغوئ ملکيت دے بلکې هغوئ سره چې څۀ هم وو هغه يې شريک کړل.</verse>
				<verse number="33">په ډېر لوئ قدرت سره رسولانو د مالِک عيسىٰ د بيا راژوندى کېدو ګواهى ورکوله او په هغوئ ټولو باندې د خُدائ پاک لوئ برکت وو.</verse>
				<verse number="34">په هغوئ کښې يو کس هم حاجتمند پاتې نۀ وو ځکه چې د چا سره چې کور يا جائيداد وو هغه يې خرڅ کړل او د هغې قيمت يې راوړلو،</verse>
				<verse number="35">او د رسولانو په حضور کښې به يې پېش کولو. بيا هغه پېسې به يې هر هغه چا ته ورکولې د چا به چې ضرورت وو.</verse>
				<verse number="36">نو يوسف نومې يو ليوى وو چې د قبرص اوسېدونکے وو او رسولانو به ورته برنباس وئيلو چې معنىٰ يې ډاډ ورکوونکے دے.</verse>
				<verse number="37">او هغۀ خپل څۀ جائيداد خرڅ کړو. او د هغې قيمت يې راوړو او هغه يې د رسولانو په حضور کښې پېش کړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">خو يو بل سړے وو چې نوم يې حنانياس وو، هغۀ د خپلې ښځې سفيره سره يو ځائ څۀ جائيداد خرڅ کړو.</verse>
				<verse number="2">د خپلې ښځې په صلاح يې د قيمت څۀ حِصه د ځان سره وساتله او څۀ يې راوړه او د رسولانو په حضور کښې يې پېش کړله.</verse>
				<verse number="3">خو پطروس ووئيل چې، ”حنانياس، دا شېطان درباندې څنګه غالب شو چې تۀ روحُ القُدس ته دروغ وائې او د زمکې د قيمت څۀ حِصه دې ځان ته پرېښوده؟</verse>
				<verse number="4">ترڅو چې درسره وه دا ستا نۀ وه څۀ؟ هر کله چې دا خرڅه شوه نو پېسې ستا نۀ وې څۀ؟ نو تا دا سوچ څنګه وکړو؟ تا نۀ صرف خلقو ته بلکې خُدائ پاک ته دې دروغ ووئيل.“</verse>
				<verse number="5">کله چې حنانياس دا خبرې واورېدلې نو هغه سر د لاندې راپرېوتو او په ټکى مړ شو او چا چې دا خبره واورېدله نو هغوئ ټول يرې واخستل.</verse>
				<verse number="6">بيا څو ځوانان راپاڅېدل د هغۀ لاش يې کفن کړو، او د هغه ځائ نه يې بهر يوړو او دفن يې کړو.</verse>
				<verse number="7">بيا درې ګينټې پس د هغۀ ښځه راغله، هغې ته پته نۀ وه چې څۀ شوى وُو.</verse>
				<verse number="8">پطروس هغې نه تپوس وکړو چې، ”ما ته ووايه، تا او حنانياس ته د زمکې هم دومره قيمت مِلاو شوے وو؟“ هغې ووئيل چې، ”آو، هم دغه قيمت ملا شوے وو.“</verse>
				<verse number="9">بيا پطروس هغې ته ووئيل، ”نو بيا تاسو دواړو ولې د مالِک روح وآزمائيلو؟ ګوره هغه خلق په دروازه کښې ولاړ دى چا چې ستا خاوند ښخ کړو او هغوئ به اوس تا هم بهر يوسى.“</verse>
				<verse number="10">هم هغه وخت هغه د هغۀ په پښو کښې سر د لاندې راپرېوتله او په ټکى مړه شوه. بيا ځوانان دننه راغلل هغوئ هغه مړه وليده نو هغوئ هغه بهر يوړه او د خاوند په خوا کښې يې ښخه کړه.</verse>
				<verse number="11">هر چا چې د دې واقعې په حقله واورېدل نو په ټولو خلقو او په جماعت کښې سخته يره خوره شوه.</verse>
				<verse number="12">اوس ډيرې معجزې او عجيبه کارونه د خلقو په مينځ کښې د رسولانو په وسيله وشو. او ټول ايمانداران به د سليمان په ډيوډۍ کښې راغونډېدل.</verse>
				<verse number="13">نو چا هم د هغوئ سره د ګډون کولو جرأت نۀ کولو، اګر چې خلقو د هغوئ ډېر عزت کولو.</verse>
				<verse number="14">سره د دې ډېرو سړو او ښځو په مالِک ايمان راوړو او د هغوئ په ډله کښې شامل شول.</verse>
				<verse number="15">هم دغه شان خلقو بيماران په کټونو او درو باندې واچول او بهر کوڅو ته يې راوويستل په دې نيت چې کله پطروس په دې لاره تېريږى چې د هغۀ سورے په هغوئ پرېوځى.</verse>
				<verse number="16">د خوا او شا کلو نه به ډېر خلق د يروشلم ښار ته راتلل، او خپل بيماران او هغه خلق به يې راوستل چې پيريانو به نيولى وُو، او هغوئ ټولو به شفا موندله.</verse>
				<verse number="17">بيا مشر اِمام او د هغۀ ټول ملګرى چې د صدوقيانو د قبيلې غړى وُو هغوئ د حسد نه ډک شول.</verse>
				<verse number="18">هغوئ رسولان ګرفتار کړل او په جيل کښې يې بند کړل.</verse>
				<verse number="19">خو د شپې د مالِک يوې فرښتې د جيل دروازې کولاو کړې، هغوئ يې بهر راوستل او ورته يې وفرمائيل،</verse>
				<verse number="20">”لاړ شئ، د خُدائ په کور کښې ودرېږئ او خلقو ته د دې نوى ژوندون ټولې خبرې بيان کړئ.“</verse>
				<verse number="21">هغوئ د خُدائ کور ته سحر وختى ورننوتل څنګه چې ورته وئيل شوى وُو، او خلقو ته يې تعليم ورکول شروع کړل. کله چې مشر اِمام او د هغۀ ملګرى راورسېدل نو هغوئ د بنى اِسرائيلو د قوم د مشرانو لويه جرګه راوبلله او د رسولانو د راوستلو دپاره يې څوک جيل ته ولېږل.</verse>
				<verse number="22">خو چې سپاهيان جيل ته لاړل نو هغوئ رسولان هلته ونۀ موندل، نو هغوئ واپس راغلل او مشرانو ته يې خبر ورکړو</verse>
				<verse number="23">چې، ”مونږ جيل مکمل بند او محافظان په دروازو کښې په خپلو ځايونو ولاړ وليدل خو کله چې مونږ دروازه کولاو کړه نو دننه په کښې څوک هم نۀ وُو.“</verse>
				<verse number="24">چې کله د خُدائ د کور آفسر او مشرانو اِمامانو دا واورېدل نو هغوئ په دې حقله حېران شول او هغوئ په دې سوچ کولو چې د دې نه پس به څۀ کيږى.</verse>
				<verse number="25">بيا څوک راغلو او وئ وئيل چې، ”ګورئ، کوم سړى چې تاسو په جيل کښې بند کړى وُو هغوئ اوس لګيا دى د خُدائ په کور کښې خلقو ته تعليم ورکوى.“</verse>
				<verse number="26">په دې د خُدائ د کور آفسر د سپاهيانو سره ورغلو او رسولان يې واپس راوستل. هغوئ زور استعمال نۀ کړو، ځکه هغوئ د دې نه يرېدل چې خلق به دوئ سنګسار کړى.</verse>
				<verse number="27">کله چې هغوئ رسولان راوستل نو د جرګې د وړاندې يې ودرول او مشر اِمام ترې سخت تپوسونه وکړل.</verse>
				<verse number="28">هغۀ ووئيل، ”مونږ تاسو په سختۍ سره منع کړى وئ چې په دې نوم تعليم مۀ ورکوئ. خو تاسو ټول يروشلم په دې تعليم ډک کړو او تاسو دا کوشش کوئ چې د هغه سړى خون زمونږ په غاړه کړئ.“</verse>
				<verse number="29">خو پطروس او نورو رسولانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته په کار دى چې د بنى آدمو نه، بلکې د خُدائ پاک حُکم ومنو.</verse>
				<verse number="30">زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو کوم چې تاسو په سولۍ دپاسه مړ کړے وو.</verse>
				<verse number="31">بيا خُدائ پاک هغه اوچت کړو او د سردار او خلاصونکى په طور يې خپل ښى لاس ته کښېنولو دپاره د دې چې هغه بنى اِسرائيلو ته د توبې ويستو موقع ورکړى او ګناهونه يې معاف کړى.</verse>
				<verse number="32">او مونږ د دې هر څۀ ګواهان يُو، او هم دغسې روحُ القُدس دے چې خُدائ پاک يې هغوئ ته ورکوى څوک چې د هغۀ تابعدارى کوى.“</verse>
				<verse number="33">کله چې مشرانو دا واورېدل نو هغوئ ډېر غصه شول او غوښتل يې چې هغوئ مړۀ کړى.</verse>
				<verse number="34">خو يو فريسى وو چې نوم يې ګملى‌ايل وو د شريعت اُستاذ وو او په خلقو کښې ډېر عزتمند وو. هغه په جرګه کښې پاڅېدو او حکم يې وکړو چې دا سړى دې لږې شيبې له بهر کړے شى.</verse>
				<verse number="35">بيا هغۀ جرګې ته ووئيل چې، ”اے د بنى اِسرائيل خلقو. څۀ چې دې سړو سره ستاسو د کولو نيت دے په دې کار کښې د ډېر احتياط نه کار واخلئ.</verse>
				<verse number="36">ځکه چې څۀ موده وړاندې تيوداس هم پاڅېدو، دا دعوىٰ يې کوله چې زۀ هم څۀ يم، او خوا او شا څلور سوه کسان ورسره ملګرى وُو، خو هغه قتل کړے شو او د هغۀ ټول ملګرى خوارۀ وارۀ شول او ترې هيڅ هم جوړ نۀ شو.</verse>
				<verse number="37">د هغۀ نه پس د مردم‌شمارۍ په ورځو کښې د ګليل د صوبې يهوداه نومې سړے راوچت شو او ډېر خلق د هغۀ په لمسون سره باغيان شول، هغه هم هلاک شو او د هغۀ ټوله ډله خوره وره شوه.</verse>
				<verse number="38">نو زۀ په دې مسئله کښې تاسو ته نصيحت کوم چې په دې خلقو غم غرض مۀ ساتئ او پرېږدئ چې لاړ شى. ځکه کۀ چرې دا منصوبه يا کار د انسانانو د خوا نه وى نو دا به په خپله ناکاميابه شى.</verse>
				<verse number="39">او کۀ چرې دا د خُدائ پاک د طرفه وى نو تاسو دا خلق نۀ شئ منع کولے بلکې تاسو ته به دا پته ولګى چې تاسو د خُدائ خلاف جنګ کوئ.“ نو هغوئ د ګملى‌ايل مشوره ومنله.</verse>
				<verse number="40">هغوئ بيا رسولان دننه راوبلل او په کوړو يې ووهل، بيا يې هغوئ ته حُکم ورکړو چې د عيسىٰ په نوم تعليم مۀ ورکوئ، نو په دې سره يې هغوئ پرېښودل.</verse>
				<verse number="41">نو رسولان د جرګې نه په دې خوشحالۍ راووتل چې هغوئ د دې جوګه وګڼلے شول چې د عيسىٰ د نوم دپاره بې‌عزته شول.</verse>
				<verse number="42">او هره ورځ هغوئ د خُدائ په کور او په خپلو کورونو کښې دا تعليم او زيرے ورکولو چې هم دا عيسىٰ مسيح دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">په هغه ورځو کښې چې د مريدانو شمار زياتېدو يونانى يهوديانو د عبرانى يهوديانو خلاف دا شکايت وکړو چې د هغوئ د کونډو ښځو د روزمره خوراک په تقسيمولو کښې لا پرواهى کيږى.</verse>
				<verse number="2">نو هغه دولسو رسولانو ټول مريدان رايوځائ کړل او وې وئيل چې، ”دا زمونږ دپاره مناسب نۀ دى چې مونږ د خُدائ پاک د کلام خِدمت د خوراک څښاک په بندوبست کولو کښې تير کړُو.</verse>
				<verse number="3">نو اے ملګرو، اووۀ نېک کسان غوره کړئ چې هغه د روحُ القُدس نه او د عقل نه معمور وى نو مونږ به د دې کارونو ذمه وارى هغوئ ته په حواله کړُو.</verse>
				<verse number="4">او مونږ به خپل ځانونه دُعا او د کلام خِدمت ته وقف کړُو.“</verse>
				<verse number="5">دا تجويز د ټولې قبيلې خوښ شو او هغوئ ستِفانوس چې د ايمان او روحُ القُدس نه ډک وو، او هم ورسره فيليپوس، پروخوروس، نيکانور، تيمون، پرمناس او نيکلاس چې د انطاکى وو او يهودى شوے وو خوښ کړل.</verse>
				<verse number="6">هغوئ دا کسان د رسولانو وړاندې پېش کړل او هغوئ ورته دُعا وکړه او د هغوئ په سر يې خپل لاسونه کېښودل.</verse>
				<verse number="7">د خُدائ پاک کلام خورېدو او په يروشلم کښې د عيسىٰ د منونکو شمېر په تېزۍ سره زياتېدو، او ډېرو اِمامانو هم ايمان راوړو.</verse>
				<verse number="8">نو بيا ستِفانوس چې د فضل او قوت نه ډک وو هغۀ د خلقو په مينځ کښې لوئ لوئ معجزې او نښې ښکاره کړې.</verse>
				<verse number="9">د غلامۍ نه د آزاد شوو خلقو د عبادتخانې نه څۀ مخالف کسان راوچت شول چې د هغوئ سره د کرينى او اسکندريى او د کلکيى او آسيه د صوبې يهوديان وُو. دې سړو د ستِفانوس سره بحث شروع کړو.</verse>
				<verse number="10">خو هغوئ د هغۀ د حکمت او د روح د طاقتمندو خبرو په وړاندې ټينګ نۀ شول.</verse>
				<verse number="11">بيا هغوئ په پټه څۀ خلق ولمسول چې دا ووائى چې، ”مونږ د ستِفانوس نه د موسىٰ او د خُدائ پاک خلاف د کُفر خبرې اورېدلى دى.“</verse>
				<verse number="12">هغوئ خلق او مشران او د شرعې عالمان راوپارول. هغوئ ستِفانوس ونيولو او جرګې ته يې پېش کړو.</verse>
				<verse number="13">هغوئ د دروغو ګواهان تيار کړل چې چا داسې ووئيل چې، ”دا سړے همېشه د خُدائ د دې مقدس کور او د موسىٰ د شريعت ګستاخى کوى.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې مونږ د دۀ نه دا خبرې اورېدلى دى چې د ناصرت عيسىٰ به دا ځائ وران کړى او موسىٰ چې مونږ له کوم رسمونه او رِواجونه راکړى دى هغه به بدل کړى.“</verse>
				<verse number="15">او په جرګه کښې ناستو ټولو خلقو ستِفانوس ته نېغ کتل او هغوئ وليدل چې د هغۀ مخ لکه د فرښتې د مخ په شان ځلېدو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">نو بيا مشر اِمام د ستِفانوس نه تپوس وکړو چې، ”دا اِلزامونه رښتيا دى څۀ؟“</verse>
				<verse number="2">نو ستِفانوس جواب ورکړو، ”اے وروڼو، او اے مشرانو، زما خبره واورئ. د جلال مالِک خُدائ زمونږ نيکۀ اِبراهيم ته حاران ته د تلو نه مخکښې ښکاره شو چې هغه لا د مسوپتاميه په مُلک کښې وو.</verse>
				<verse number="3">خُدائ پاک ورته وفرمائيل چې، ”خپل وطن او خپل خپلوان پرېږده او هغه مُلک ته لاړ شه چې زۀ يې درته ښايم.“</verse>
				<verse number="4">بيا هغه د کلدانيانو د مُلک نه ووتو او په حاران کښې دېره شو. د هغۀ د پلار د مرګ نه پس خُدائ پاک هغه دې مُلک ته راوستو چرته چې اوس تاسو اوسېږئ.</verse>
				<verse number="5">خو خُدائ پاک ورته يو ګز قدرې زمکه هم د وراثت په طور ورنۀ کړه، خو خُدائ پاک ورسره دا وعده وکړه چې دا به دۀ ته او د دۀ نه پس د دۀ اولاد ته د وراثت په طور ورکړى، اګر چې هغه وخت د اِبراهيم اولاد نۀ وو.</verse>
				<verse number="6">خُدائ پاک ورته هم داسې وفرمائيل چې، ”ستا اولاد به په پردى مُلک کښې مسافر شى، او هغوئ به غلامان شى او څلور سوه کاله به پرې ظلم کيږى.“</verse>
				<verse number="7">خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې دوئ يې د غلامانو په طور خِدمت کړے دے او د دې نه پس به هغوئ د هغه مُلک نه راوځى، او په دې ځائ کښې به زما عبادت وکړى.“</verse>
				<verse number="8">نو بيا خُدائ پاک اِبراهيم ته د سنت کېدو وعده ورکړه. او د اِبراهيم نه اِسحاق پېدا شو او هغه يې د پېدايښت نه پس په اتمه ورځ سنت کړو. وروستو د اِسحاق نه يعقوب پېدا شو، او د يعقوب نه دولس زامن وشو چې وروستو د دولسو قبيلو مشران شول.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې مشرانو وروڼو د يوسف سره کينه کوله، نو هغوئ هغه د غلام په طور په مِصر کښې خرڅ کړو. خو خُدائ پاک د هغۀ مل وو،</verse>
				<verse number="10">او هغه يې د خپلو ټولو تکليفونو نه بچ کړو. او خُدائ پاک هغۀ ته داسې فضل او حِکمت ورکړو چې د مِصر د بادشاه فِرعون په وړاندې مقبول شو، نو هغوئ هغه د ټول مِصر او خپل محل حاکِم مقرر کړو.</verse>
				<verse number="11">بيا په ټول مِصر او کنعان کښې قحط راغلو او سخته تنګسيا راغله او زمونږ د پلار نيکونو سره د خوراک دپاره هيڅ څيز نۀ وو.</verse>
				<verse number="12">خو کله چې يعقوب واورېدل چې هلته په مِصر کښې غله شته نو هغۀ زمونږ پلار نيکونه په اول ځل هلته ولېږل.</verse>
				<verse number="13">په دوباره تللو يوسف خپلو وروڼو ته خپل ځان څرګند کړو او فِرعون ته د يوسف د خاندان په حقله پته ولګېده.</verse>
				<verse number="14">د دې نه وروستو يوسف خپل پلار يعقوب او خپلو ټولو رشته‌دارانو ته چې په شمېر کښې ټول پينځۀ اويا کسان وُو، مِصر ته د راتلو بلنه ورکړله.</verse>
				<verse number="15">نو يعقوب مِصر ته لاړو، هم هلته زمونږ د پلار نيکونو سره وفات شو.</verse>
				<verse number="16">د هغوئ لاشونه واپس شِکم ته راوړلے شول او په هغه قبرستان کښې ښخ کړے شول، کوم چې اِبراهيم د بنى همور نه په شِکم کښې په بيعه اخستے وو.</verse>
				<verse number="17">خو چې د اِبراهيم سره د خُدائ پاک د خپلې وعدې د پوره کېدو وخت رانزدې شو نو په مِصر کښې زمونږ د قوم شمېر ډېر زيات شوے وو.</verse>
				<verse number="18">بيا دا چې په مِصر کښې يو بل بادشاه په تخت کښېناستو څوک چې د يوسف نه ناخبره وو.</verse>
				<verse number="19">هغۀ زمونږ د قوم سره ټګى وکړه او زمونږ پلار نيکونه يې په ظلم دې ته مجبوره کړل چې هغوئ خپل د پيو ماشومان بهر وغورزوى چې مړۀ شى.</verse>
				<verse number="20">هم په دغه وخت موسىٰ پېدا شو. او هغه د خُدائ پاک نيازبين وو او تر درېو مياشتو پورې هغه د خپل پلار په کور کښې وساتلے شو.</verse>
				<verse number="21">او کله چې هغه بهر وغورزولے شو نو د فِرعون لور په خپله هغه راوچت کړو او د خپل زوئ په شان يې لوئ کړو.</verse>
				<verse number="22">نو موسىٰ د مِصريانو د ټول حکمت او پوهې تعليم حاصل کړو او هغه په کارونو او کلام کښې ښۀ قابل شو.</verse>
				<verse number="23">کله چې هغه د څلوېښتو کالو شو، نو د هغۀ په زړۀ کښې دا خيال راغلو چې هغه د خپلو رشته‌دارو بنى اِسرائيلو سره مِلاوېدو له لاړ شى.</verse>
				<verse number="24">هغۀ وکتل چې يو مِصرى د يو بنى اِسرائيلى سره ظلم کولو نو موسىٰ د هغۀ د مدد دپاره په منډه ورغلو او د هغۀ بدل يې ترې واخستو او مړ يې کړو.</verse>
				<verse number="25">د موسىٰ خيال وو چې د دۀ خپل خلق به پوهه شى چې خُدائ پاک هغه د دوئ د خلاصون دپاره استعمالوى، خو هغوئ پوهه نۀ شول.</verse>
				<verse number="26">بله ورځ موسىٰ دوه کسان وليدل چې په جنګ وو، هغۀ د هغوئ د جګړې د ختمولو کوشش وکړو. موسىٰ ورته ووئيل چې، ”دا ولې؟ تاسو خو وروڼه يئ، نو تاسو ولې يو بل وهئ؟“</verse>
				<verse number="27">خو کوم سړى چې د هغه بل سره ظلم کولو موسىٰ له يې ديکه ورکړه او وې وئيل چې، ”تۀ چا په مونږ حاکِم او منصف جوړ کړے يې؟</verse>
				<verse number="28">ولې تۀ ما هم لکه د پرونى مِصرى په شان وژل غواړې څۀ؟“</verse>
				<verse number="29">کله چې موسىٰ دا واورېدل نو ميديان ته وتښتېدو او هغه هلته د مسافرو غوندې اوسېدو او هم هلته خُدائ پاک دوه زامن ورکړل.</verse>
				<verse number="30">د څلوېښت کاله تېرېدو نه وروستو يوه فرښته د سينا غرۀ سره نزدې په صحرا کښې د سوزېدونکى بوټى په لمبو کښې موسىٰ ته راښکاره شوه.</verse>
				<verse number="31">کله چې هغۀ دا وليدل نو هغه په دې ليدو حېران شو. او څنګه چې هغه د نزدې ليدلو دپاره ورغلو نو هغۀ د مالِک آواز واورېدو چې،</verse>
				<verse number="32">”زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم او د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ او موسىٰ د يرې نه په رپېدو شو او ورته يې د کتلو جرأت نۀ شو کولے.</verse>
				<verse number="33">بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل ”نور نزدې مۀ راځه. پېزار وباسه، ځکه چې تۀ په پاکه زمکه ولاړ يې.</verse>
				<verse number="34">ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے او زۀ راغلم چې هغوئ له خلاصون ورکړم. اوس راځه چې زۀ تا واپس مِصر ته ولېږم.“</verse>
				<verse number="35">دا هغه موسىٰ دے چې هغوئ په دې ټکو رد کړے وو چې تۀ چا زمونږ حاکِم او منصف جوړ کړے يې؟ د هغه فرښتې په وسيله چې هغۀ ته په بوټى کښې ښکاره شوې وه هم هغه خُدائ پاک په خپله موسىٰ د هغوئ د حاکِم او خلاصوونکى په توګه راولېږلو.</verse>
				<verse number="36">هغۀ هغوئ د مِصر نه وويستل او بيا يې په مِصر او بحرِقُلزم او په صحرا کښې تر څلوېښتو کالو پورې ډېر عجيبه کارونه او معجزې وښودلې.</verse>
				<verse number="37">دا هغه موسىٰ دے چې بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”خو خُدائ پاک به تاسو ته زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى.“</verse>
				<verse number="38">موسىٰ په صحرا کښې زمونږ د پلار نيکونو سره په يوه غونډه کښې وو چې په هم هغه وخت هغه فرښتې ورسره خبرې کولې چې د سينا په غرۀ کښې دۀ سره وه هغې مونږ ته د رارسولو دپاره هغۀ ته ژوندے کلام ورکړو.</verse>
				<verse number="39">خو زمونږ پلار نيکونو د هغۀ مشرى ونۀ منله. هغوئ هغه رد کړو او د هغوئ زړۀ وو چې مِصر ته واپس لاړ شى.</verse>
				<verse number="40">هغوئ هارون ته ووئيل چې، ”مونږ له داسې معبودان جوړ کړه چې زمونږ لارښودنه کوى. ځکه کوم موسىٰ چې مونږ د مِصر نه راوويستلو، مونږ ته دا پته نشته چې په هغۀ څۀ چل وشو.“</verse>
				<verse number="41">نو هغه وخت هغوئ د سخى په شکل يو بُت جوړ کړو او هغه بُت ته يې قربانى وکړه او په خپلو لاسونو جوړ شوى څيز ته يې خوشحالى کوله.</verse>
				<verse number="42">خو په داسې کولو خُدائ پاک د هغوئ نه نارضا شو او هغوئ يې پرېښودل چې د آسمان د ستورو عبادت وکړى لکه څنګه چې د نبيانو په کِتاب کښې ليکلى دى چې، ”اے بنى اِسرائيلو کله چې تاسو د څلوېښتو کالو دپاره په بيابان کښې وئ نو ما ته مو کله قربانۍ او نذرانې راوړى دى څۀ؟</verse>
				<verse number="43">خو تاسو خپل ځان سره نور معبودان د مولک زيارت او د رفان خُدائ ستورى او تصويرونه د عبادت کولو دپاره يوړل، نو په دې وجه به زۀ تاسو د بابل نه بل خوا جلاوطن کړم.“</verse>
				<verse number="44">زمونږ د پلار نيکونو سره په صحرا کښې د ګواهۍ خېمه وه، او موسىٰ دا د خُدائ پاک په حکم د هغه نقشې په مطابق جوړه کړه کومه چې هغۀ ته ښودلے شوې وه.</verse>
				<verse number="45">زمونږ پلار نيکونو د يشوَع سره هغه خېمه راوړه، کله چې هغوئ د هغه قومونو په مُلک قبضه وکړه کوم چې خُدائ پاک د هغوئ نه مخکښې وويستل. دا خېمه په هغه مُلک کښې د داؤد تر وخته پورې وه.</verse>
				<verse number="46">د داؤد نه خُدائ رضا وو او هغۀ د خُدائ نه دا سوال وکړو چې ما ته د يعقوب د خُدائ پاک د دائمى اوسېدو دپاره ځائ راکړه.</verse>
				<verse number="47">خو د دې باوجود سليمان د هغۀ دپاره کور جوړ کړو.</verse>
				<verse number="48">اګر کۀ خُدائ تعالىٰ د انسان په لاس جوړ شوې کور کښې نۀ اوسى، لکه څنګه چې نبى اِشاره کړې ده،</verse>
				<verse number="49">مالِک خُدائ فرمائى چې ”آسمان زما تخت دے او زمکه زما د پښو چوکۍ ده. نو بيا هغه کور چرته دے چې تاسو يې زما دپاره جوړَوئ؟ هغه ځائ کوم دے چرته به چې زۀ آرام کوم؟</verse>
				<verse number="50">دا هر څۀ ما په خپلو لاسونو نۀ دى جوړ کړى؟“</verse>
				<verse number="51">تاسو باغيان يئ. ستاسو زړونه کافر شوى دى او رښتياو ته کاڼۀ يئ. تاسو لکه د خپل پلار نيکونو همېشه د روحُ القُدس مخالفت کوئ.</verse>
				<verse number="52">داسې يو نبى شته چې ستاسو پلار نيکونو نۀ وى زورَولے؟ هغوئ خو هغه نبيان هم ووژل چا چې د صادق د راتلو پېشګوئې کړې وه. او اوس تاسو د هغۀ مُخبرى وکړه او مړ مو کړو.</verse>
				<verse number="53">تاسو ته د فرښتو په وسيله شريعت درکړے شو خو تاسو پرې عمل ونۀ کړو.“</verse>
				<verse number="54">کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ ډېر غصه شول او ستِفانوس ته يې غاښونه چيچل.</verse>
				<verse number="55">خو ستِفانوس د روحُ القُدس نه معمور وو، هغۀ بره آسمان ته وکتل او د خُدائ پاک جلال يې وليدو او عيسىٰ يې وليدو چې د خُدائ پاک ښى لاس ته ولاړ وو.</verse>
				<verse number="56">هغۀ ووئيل چې، ”وګورئ، ما ته آسمان پرانستے ښکارى او اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ولاړ دے.“</verse>
				<verse number="57">په دې خبره هغوئ په زوره چغې کړې او خپل غوږونه يې بند کړل. او هغوئ ټولو په هغۀ ورمنډه کړه،</verse>
				<verse number="58">بيا يې هغه د ښار نه بهر وويستو او سنګسار يې کړو. او ګواهانو خپلې جامې د ساؤل نومې يو ځوان سړى په پښو کښې کېښودلې.</verse>
				<verse number="59">کله چې هغوئ ستِفانوس سنګسارولو نو ستِفانوس دُعا وکړه چې، ”اے مالِکه عيسىٰ، زما روح قبول کړه.“</verse>
				<verse number="60">بيا هغه په ګوډو شو او په زوره يې چغې کړې، ”مالِکه، دوئ په دې ګناه مۀ نيسه.“ او د دې وينا نه وروستو يې ساه ورکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">او ساؤل هم په هغه کسانو کښې وو چې د ستِفانوس په مرګ راضى وُو. هم په هغه ورځ په يروشلم کښې د جماعت سره سخت ظلم شروع شو او د رسولانو نه بغېر ټول ايمانداران د يهوديه او سامريه په علاقو کښې خوارۀ وارۀ شول.</verse>
				<verse number="2">او يو څو پرهيزګارانو ستِفانوس ښخ کړو او په هغۀ يې وير او ژړا وکړه.</verse>
				<verse number="3">خو ساؤل جماعت تباه کولو. هغه کور په کور ورننوتو او نارينه او زنانه يې نيول او هغوئ يې قېدخانې کښې اچول.</verse>
				<verse number="4">خو هغه ايمانداران چې خوارۀ وارۀ شوى وُو هغوئ چې هر چرته تلل د کلام تعليم يې ورکولو.</verse>
				<verse number="5">نو فيليپوس د سامريه يو ښار ته لاړو او هلته يې خلقو ته د مسيح په حقله بيان وکړو.</verse>
				<verse number="6">کله چې هغه ګڼو خلقو د فيليپوس خبرې واورېدې او هغه معجزې يې وليدې چې هغۀ وکړې نو هغوئ ټولو د هغۀ بيان ته په غور سره غوږ کېښودلو.</verse>
				<verse number="7">د ډېرو نه پيريان په چغو راووتل او ډېر شل او ګوډ روغ جوړ شول.</verse>
				<verse number="8">نو په هغه ښار کښې لويه خوشحالى وه.</verse>
				<verse number="9">په هغه ښار کښې شمعون نومې يو سړے وو چې د څۀ مودې نه يې جادو کولو او د سامريې ټول خلق يې حق حېران کړى وُو او خپل ځان يې د لوئې مرتبې مالِک ګڼلو.</verse>
				<verse number="10">او لويو او وړو د هغۀ خبرې ډېر په غور اورېدلې او هغوئ وئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک هغه قُدرت دے چې ورته عظيم قدرت وائى.“</verse>
				<verse number="11">هغوئ د هغۀ پيروى کوله ځکه چې هغۀ تر ډيرې مودې هغوئ په خپل جادو حق حېران کړى وُو.</verse>
				<verse number="12">خو کله چې هغوئ د فيليپوس په هغه زېرى ايمان راوړو چې هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د عيسىٰ مسيح د نوم په حقله ورکولو نو ښځو او سړو بپتسمه واخستله.</verse>
				<verse number="13">تر دې چې شمعون جادوګر هم ايمان راوړو او بپتسمه يې واخستله او هغه به فيليپوس پسې هر چرته تلو او هغه په هغه نښو او لويو معجزو چې هغۀ وليدې حق حېران وو.</verse>
				<verse number="14">نو کله چې په يروشلم کښې رسولانو واورېدل چې سامريانو د خُدائ پاک کلام قبول کړو نو هغوئ پطروس او يوحنا هغوئ ته ورولېږل.</verse>
				<verse number="15">کله چې هغوئ ورسېدل هغوئ د دوئ دپاره دُعا وکړه چې په دوئ روحُ القُدس نازل شى.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې تر دې وخته په يو هم روحُ القُدس نازل شوے نۀ وو. هغوئ ته صرف د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه.</verse>
				<verse number="17">بيا پطروس او يوحنا د هغوئ په سر خپل لاسونه کېښودل او هغوئ روحُ القُدس حاصل کړو.</verse>
				<verse number="18">کله چې شمعون وليدل چې د رسولانو د لاس په اېښودلو سره روحُ القُدس ورکړے کيږى نو هغۀ هغوئ ته پېسې وړاندې کړې،</verse>
				<verse number="19">او وې وئيل چې، ”ما ته هم دا طاقت راکړئ چې زۀ هم په چا لاس کېږدم نو چې هغوئ هم روحُ القُدس حاصلوى.“</verse>
				<verse number="20">خو پطروس جواب ورکړو، ”ستا پېسې دې تا سره غرقې شى ځکه چې ستا دا خيال دے چې د خُدائ پاک نعمتونه په بيعه اخستل کيږى.</verse>
				<verse number="21">په دې خِدمت کښې نۀ ستا برخه شته نۀ حِصه ځکه چې ستا زړۀ د خُدائ پاک په نزد صحيح نۀ دے.</verse>
				<verse number="22">د دې بدو نه توبه وباسه او د مالِک خُدائ نه دُعا وغواړه ستا چې کوم نيت دے شايد چې هغه يې درته معاف کړى.</verse>
				<verse number="23">ځکه چې زۀ وينم چې تۀ د کينې نه ډک يې او د ګناه غلام يې.“</verse>
				<verse number="24">نو شمعون جواب ورکړو چې، ”تاسو د مالِک نه زما دپاره دُعا وغواړئ، څۀ چې تا ووئيل، هغه مصيبت په ما رانۀ شى.“</verse>
				<verse number="25">نو پطروس او يوحنا د ګواهۍ ورکولو او د مالِک د کلام اورولو نه وروستو هغوئ يروشلم ته واپس شول او په لاره کښې يې د سامريې په ډېرو کلو کښې د زيرى تعليم ورکولو.</verse>
				<verse number="26">بيا د مالِک خُدائ فرښتې فيليپوس ته وفرمائيل، ”د جنوب په لاره لاړ شه کومه د بيابان لاره چې د يروشلم نه تر غزې تلې ده.“</verse>
				<verse number="27">نو هغه روان شو او په لاره کښې يو د ايتهوپيا خصى سره مِلاو شو، هغه د حبشې د کنداکى مَلِکې د درباره خاص عهده دار او د هغې د ټولې خزانې اختيارمن وو. هغه يروشلم ته عبادت له راغلے وو.</verse>
				<verse number="28">او هغه کور ته واپس په خپله جنګى ګاډۍ کښې په لار روان وو چې د يشعياه نبى صحيفه يې په کښې لوستله.</verse>
				<verse number="29">نو بيا روحُ القُدس فيليپوس ته ووئيل چې، ”هغه ګاډۍ ته ورشه او ورسره نزدې روان اوسه.“</verse>
				<verse number="30">نو فيليپوس ګاډۍ ته ورمنډه کړه، نو وې ليدل چې هغه سړى د يشعياه نبى صحيفه لوستله. فيليپوس ترې تپوس وکړو چې، ”تۀ چې څۀ لولې د دې په مطلب هم پوهېږې؟“</verse>
				<verse number="31">هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ به پرې څنګه پوهه شم ترڅو چې مې څوک د دې په مطلب پوهه نۀ کړى؟“ نو فيليپوس ته هغۀ دعوت ورکړو چې، ”ګاډۍ ته راوخېژه او ما سره کښېنه.“</verse>
				<verse number="32">هغۀ چې کومه صحيفه لوستله هغه دا وه چې، ”لکه چې يو ګډورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموشه وى، نو هم هغسې هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.</verse>
				<verse number="33">هغه سپک کړے شو او ورسره اِنصاف ونۀ شو. او څوک به د هغۀ د نسل بيان وکړى؟ ځکه چې د هغۀ ژوند د زمکې نه ختم کړے شو.“</verse>
				<verse number="34">او خصى فيليپوس ته ووئيل، ”مهربانى وکړه، دا راته ووايه چې نبى د چا په حقله خبرې کوى؟ د خپل ځان يا د بل چا په حقله؟“</verse>
				<verse number="35">نو فيليپوس د صحيفې د دې برخې نه خبرې شروع کړې او هغۀ ته يې د عيسىٰ په حقله زيرے ورکړو.</verse>
				<verse number="36">څنګه چې هغوئ په لاره مزل کولو نو هغوئ ته په لار کښې اوبۀ په مخه ورغلې او خصى ووئيل چې، ”ګوره، دلته اوبۀ شته، نو ما د بپتسمه اخستلو نه کوم څيز منع کولے شى؟“</verse>
				<verse number="37"></verse>
				<verse number="38">نو ورته د ګاډۍ د ودرولو خواست وکړو، بيا فيليپوس او خصى دواړه لاندې اوبو ته کوز شول او فيليپوس هغۀ له بپتسمه ورکړه.</verse>
				<verse number="39">کله چې هغوئ د اوبو نه رابهر شُو نو د مالِک روح سمدستى فيليپوس د هغۀ نه غېب کړو او هغه د خصى د سترګو نه پناه شو خو خصى په خوشحالۍ سره په خپله لاره روان وو.</verse>
				<verse number="40">خو ناګهانه بيا فيليپوس اشدود نومې ښار ته رسېدلے وو، نو ترڅو چې هغه قيصريه ته رسېدو نو په لاره لاره يې په ټولو ښارونو کښې زيرے ورکولو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">په دې دوران کښې ساؤل لا اوس هم د مالِک مريدانو ته د قتل دهمکيانې ورکولې. هغه مشر اِمام له لاړو</verse>
				<verse number="2">او دا خواست يې ورته وکړو چې د دمشق د عبادتخانو په نوم اجازت نامه ورکړى کۀ هغه څۀ داسې ښځې يا سړى پېدا کړى چې د دې لارې منونکى وى نو هغه به يې يروشلم ته لاس تړلې راولى.</verse>
				<verse number="3">هغه لا په لاره وو او دمشق ته ورنزدې شوے وو چې ناګهانه د هغۀ نه ګېرچاپېره د آسمان نه رڼا وځلېده.</verse>
				<verse number="4">هغه په زمکه راپرېوتو او يو آواز يې واورېدو چې ورته يې ووئيل، ”ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟“</verse>
				<verse number="5">ما جواب ورکړو چې، ”مالِکه، تۀ څوک يې؟“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې.</verse>
				<verse number="6">خو اوس پاڅه او ښار ته لاړ شه او درته به وښودلے شى چې تا ته څۀ کول په کار دى.“</verse>
				<verse number="7">هغه سړى چې د ساؤل سره په سفر کښې ملګرى وُو، هغوئ غلى ودرېدل. هغوئ آواز واورېدو خو څوک يې ونۀ ليدل.</verse>
				<verse number="8">نو ساؤل د زمکې نه راپورته شو، خو کله چې هغۀ خپلې سترګې کولاو کړې نو څۀ ورته نۀ ښکارېدل، نو د هغۀ ملګرو هغه د لاسه ونيولو او دمشق ته يې بوتلو.</verse>
				<verse number="9">هغه تر درېو ورځو پورې ړوند وو او خوراک څښاک يې نۀ کولو.</verse>
				<verse number="10">نو په دمشق کښې د عيسىٰ يو مريد وو او نوم يې حنانياس وو. مالِک هغۀ ته په رويا کښې آواز وکړو، ”اے حنانياس.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ حاضر يم.“</verse>
				<verse number="11">مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”پاڅه او هغه کوڅې ته لاړ شه چې ورته نېغه وئيلے شى او د يهوداه په کور کښې د ترسس د يو سړى تپوس وکړه چې نوم يې ساؤل دے، اوس هغه ما ته دُعا کوى.</verse>
				<verse number="12">ساؤل رويا وليدله چې حنانياس نومې سړے دننه راځى او د هغۀ په سر به خپل لاس کېږدى او نظر به يې راشى.“</verse>
				<verse number="13">خو حنانياس جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ د دې سړى او د هغۀ د ټولو ظلمونو نه خبر يم هغۀ چې کوم ستا د مقدسينو سره په يروشلم کښې کړى دى.</verse>
				<verse number="14">او هغه د مشرانو اِمامانو نه دې اختيار سره دلته راغلے دے چې هغه ټول خلق ګرفتار کړى څوک چې ستا نوم يادوى.“</verse>
				<verse number="15">خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.</verse>
				<verse number="16">او زۀ به په خپله هغۀ ته وښايم چې هغه به زما د نوم د خاطره څومره تکليف وزغمى.“</verse>
				<verse number="17">نو بيا حنانياس روان شو او هغه کور ته ورننوتو او د ساؤل په سر يې خپل لاس کېښودو او وې وئيل چې، ”زما وروره ساؤله، کله چې تۀ دلته راروان وې کوم مالِک عيسىٰ چې تا ته په لارې خپل ځان څرګند کړو، هغۀ زۀ تا له رالېږلے يم چې ستا نظر دوباره راشى او تۀ د روحُ القُدس نه معمور شې.“</verse>
				<verse number="18">او سمدستى لکه د پوټکى په شان څيز د ساؤل د سترګو نه لرى شو او هغه واپس بينا شو. بيا هغه پاڅېدو او بپتسمه يې واخسته.</verse>
				<verse number="19">او د روټۍ خوړلو نه پس د هغۀ په وجود کښې طاقت راغلو. بيا ساؤل په دمشق کښې يو څو ورځې د عيسىٰ مريدانو سره پاتې شو.</verse>
				<verse number="20">نو هغۀ سمدستى په عبادتخانو کښې بيان شروع کړو چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے.</verse>
				<verse number="21">هغوئ ټولو چې د هغۀ واورېدل نو حق حېران شول او وې وئيل چې، ”دا هغه سړے نۀ دے چا چې په يروشلم کښې هغه خلق وژل چې د عيسىٰ نوم به يې اخستلو؟ او ولې دے دلته د دې دپاره نۀ دے راغلے چې دغه خلق ګرفتار کړى او مشر اِمام ته يې لاس تړلى بوځى؟“</verse>
				<verse number="22">خو ساؤل په خبرو نور هم تکړه کېدو او د دمشق يهوديان يې په خپلو مضبوطو دلائيلو خاموشه کول چې عيسىٰ هم مسيح دے.</verse>
				<verse number="23">د ډېرو ورځو تېرېدو نه وروستو يهوديان راغونډ شول او د ساؤل د مرګ سازش يې وکړو.</verse>
				<verse number="24">هغوئ شپه او ورځ د ښار د دروازو څوکۍ کوله، د دې دپاره چې هغه قتل کړى. خو ساؤل د هغوئ په سازش پوهه شو</verse>
				<verse number="25">او د هغۀ مريدانو هغه شپه په شپه د ښار په دېوال په يوه بانګۍ کښې لاندې کوز کړو.</verse>
				<verse number="26">کله چې ساؤل يروشلم ته راورسېدو نو هغۀ کوشش وکړو چې مريدانو سره يو ځائ شى خو هغوئ ټول د هغۀ نه يرېدل ځکه چې د هغوئ په دې يقين نۀ راتلو چې هغۀ ايمان راوړے دے.</verse>
				<verse number="27">خو برنباس هغه بوتلو او رسولانو له يې راوستو. هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ساؤل په سفر کښې مالِک څنګه وليدو او مالِک هغۀ سره خبرې څنګه وکړې، او هغۀ په دمشق کښې په زړۀ ورتيا سره د عيسىٰ په نوم بيان څنګه وکړو.</verse>
				<verse number="28">بيا ساؤل د هغوئ سره پاتې شو او په يروشلم کښې د هغوئ سره آزاد ګرځېدو، او هغۀ ښۀ په زړۀ ورتيا د مالِک په نوم بيان کولو.</verse>
				<verse number="29">هغۀ د يونانى يهوديانو سره بحث مباحثه کوله، خو هغوئ د هغۀ د وژلو کوشش وکړو.</verse>
				<verse number="30">کله چې ايمانداران د دې نه خبر شول نو هغوئ هغه تر قيصريه پورې بوتلو او ترسس ته يې ولېږلو.</verse>
				<verse number="31">په دې دوران کښې په ټوله يهوديه، ګليل او سامريه کښې جماعتونه په امن وُو او دا نور هم مضبوطېدل او د مالِک په يره کښې يې د روحُ القُدس په مدد سره ترقى موندله او د هغوئ شمېر زياتېدو.</verse>
				<verse number="32">پطروس په ټول مُلک کښې ځائ په ځائ ګرځېدو او هغه د مقدسينو د ليدو دپاره د لدې کلى ته هم لاړو.</verse>
				<verse number="33">هلته هغۀ اينياس نومې سړے وليدلو چې د اتو کالو راسې په کټ کښې شل پروت وو.</verse>
				<verse number="34">پطروس هغۀ ته ووئيل چې، ”اينياسه، عيسىٰ مسيح تا له شفا درکوى. پاڅه او بستره دې ونغاړه.“ او اينياس سمدستى پاڅېدلو.</verse>
				<verse number="35">هغه خلق چې په لده او شارون کښې اوسېدل هغوئ هغه وليدو او په مالِک يې ايمان راوړو.</verse>
				<verse number="36">په يافا کښې تبيتا نومې يوه مريده وه چې په يونانۍ کښې ورته ډورکاس يعنې هوسۍ وائى، هغې همېشه نېک کارونه کول او د غريبانانو مدد به يې کولو.</verse>
				<verse number="37">په دغه وخت کښې هغه ناجوړه شوه او مړه شوه او د هغې مړى له غسل ورکړے شو او د هغې لاش يې پاس په بالاخانه کښې کېښودو.</verse>
				<verse number="38">د لدې کلے د يافا سره نزدې وو نو کله چې مريدانو واورېدل چې پطروس په لده کښې دے، هغوئ ورپسې دوه سړى ورولېږل او خواست يې ورته وکړو چې، ”مهربانى وکړه زر تر زره مونږ ته ځان راورسوه.“</verse>
				<verse number="39">نو بيا پطروس هغوئ سره روان شو او کله چې هغه هلته ورسېدو نو پاس بالاخانې ته يې بوتلو. نو ټولې کونډې ښځې پاس بالاخانې ته راټولې شوې وې او په ژړا يې ورته هغه قميصونه او جامې وښودې کومې چې ډورکاس لا ژوندۍ وه نو دوئ له يې جوړې کړې وې.</verse>
				<verse number="40">خو پطروس هغوئ ټولې کمرې نه بهر کړې او هغه په سجده شو او دُعا يې وغوښته، بيا هغۀ مړې ښځې ته مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”تبيتا، پاڅه.“ هغې خپلې سترګې وغړولې او چې پطروس يې وليدلو نو نېغه کښېناسته.</verse>
				<verse number="41">پطروس هغې له لاس ورکړو او هغه يې په پښو ودروله، بيا هغۀ مقدسين او کونډې ښځې راوغوښتې او هغوئ ته يې وښودله چې ژوندۍ ده.</verse>
				<verse number="42">دا خبره په ټوله يافا کښې خوره شوه او ډېرو خلقو په مالِک ايمان راوړو.</verse>
				<verse number="43">نو پطروس څۀ وخت دپاره په يافا کښې د شمعون نومې موچى سره پاتې شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">په قيصريه کښې کورنيليوس نومې يو سړے وو چې د اِټالوى پلټنې صوبه دار وو.</verse>
				<verse number="2">هغه او د هغۀ ټول خاندان دينداره وو او د خُدائ پاک يره ورسره وه او هغۀ خلقو ته ډېر په آزاد لاس سره خېراتونه ورکول او همېشه به يې د خُدائ پاک عبادت کولو.</verse>
				<verse number="3">يوه ورځ هغۀ د ماسپښين درې بجې رويا وليده چې په کښې يې د خُدائ پاک فرښته صفا وليدله چې هغۀ ته راغله او ورته يې ووئيل چې، ”اے کورنيليوسه.“</verse>
				<verse number="4">نو کورنيليوس په يرې سره هغې ته کتل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”صاحبه، څۀ چل دے؟“ فرښتې جواب ورکړو چې، ”ستا دُعاګانې او غريبانانو ته خېراتونه خُدائ پاک قبول کړى دى.</verse>
				<verse number="5">اوس يافا ته کسان ولېږه په شمعون پسې چې پطروس ورته وائى.</verse>
				<verse number="6">هغه د شمعون چميار کره دے چې کور يې د سمندر په غاړه دے.“</verse>
				<verse number="7">کله چې هغه فرښته چې دۀ سره يې خبرې وکړې رُخصت شوه، نو کورنيليوس خپل دوه نوکران او يو سپاهى چې دينداره سړے وو راوبلل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګار وو.</verse>
				<verse number="8">څۀ چې شوى وُو هغوئ ته يې بيان کړل او يافا ته يې ولېږل.</verse>
				<verse number="9">بله ورځ چې هغوئ لا په لاره وُو او ښار ته ورنزدې وُو نو د غرمې په وخت کښې پطروس د دُعا دپاره بره چت ته وختلو.</verse>
				<verse number="10">هغه اوږے شو او غوښتل يې چې څۀ وخورى، روټۍ لا په تيارېدو کښې وه چې هغۀ رويا وليدله.</verse>
				<verse number="11">نو هغۀ په رويا کښې وليدل چې آسمان کولاو شو او يو لوئ څيز لکه د غټ څادر په شان د څلورو ګوټونو نه راځوړند زمکې ته راښکته کيږى.</verse>
				<verse number="12">په هغۀ کښې هر قسمه ځناور چينجى او ماران او مارغان وُو.</verse>
				<verse number="13">بيا يو آواز د هغۀ تر غوږه شو او ورته يې وئيل، ”پاڅه، پطروسه، دا حلال کړه او وې خوره.“</verse>
				<verse number="14">خو پطروس ووئيل چې، ”نه مالِکه، نه. ما هيڅکله هم حرام او ناپاک څيزونه نۀ دى خوړلى.“</verse>
				<verse number="15">او په دوېم ځل بيا د هغۀ هم دا آواز تر غوږه شو او هغۀ ته يې ووئيل، ”هر څۀ چې خُدائ پاک، پاک کړى دى، تۀ هغې ته ناپاکه مۀ وايه.“</verse>
				<verse number="16">بيا درې ځله هم داسې وشول نو بيا هغه څادر سمدستى آسمان ته پورته کړے شو.</verse>
				<verse number="17">پطروس لا د دې رويا په ليدلو غمژن وو چې د دې رويا مطلب څۀ دے، نو په هم دې وخت کښې کوم کسان چې کورنيليوس هغۀ ته ورلېږلى وُو هغوئ د شمعون کور پېدا کړو او بهر په دروازه کښې ولاړ وُو.</verse>
				<verse number="18">هغوئ آواز ورکړو تپوس يې وکړو چې، ”شمعون چې ورته پطروس هم وائى، دلته مېلمه دے؟“</verse>
				<verse number="19">خو پطروس لا د هغه رويا په سوچ کښې وو چې روحُ القُدس هغۀ ته ووئيل چې، ”شمعونه، درې سړى درپسې ګرځى.</verse>
				<verse number="20">نو پاڅه او لاندې ورشه. تۀ د هغوئ سره بې‌تپوسه لاړ شه ځکه چې هغوئ ما درلېږلى دى.“</verse>
				<verse number="21">نو پطروس هغه سړو له لاندې راغلو او وې وئيل چې، ”زۀ هغه څوک يم چې تاسو ورپسې ګرځئ نو تاسو څۀ له راغلى يئ؟“</verse>
				<verse number="22">هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ کورنيليوس صوبه دار رالېږلى يُو څوک چې دينداره او صادق سړے دے او د يهوديانو ټول قوم د هغۀ قدر کوى. هغۀ ته يوې مقدسې فرښتې ووئيل چې تا خپل کور ته راوغواړى چې ستا نه پېغام واورى.“</verse>
				<verse number="23">نو پطروس هغوئ د مېلمستيا دپاره دننه راوبلل. په بله ورځ هغه د هغوئ سره روان شو او ورسره د يافا يو څو ملګرى هم لاړل.</verse>
				<verse number="24">په بله ورځ هغه قيصريه ته راورسېدو او کورنيليوس د هغوئ په طمع وو او خپل خپلوان او نزدې دوستان يې رابللى وُو.</verse>
				<verse number="25">کله چې پطروس ورننوتو نو کورنيليوس ورسره مِلاو شو او ډېر په قدر سره يې ورته سجده وکړه.</verse>
				<verse number="26">خو پطروس هغه راوچت کړو او ورته يې ووئيل، ”پاڅه، زۀ هم ستا په شان يو انسان يم.“</verse>
				<verse number="27">د هغۀ سره په خبرو خبرو پطروس دننه لاړو او هلته ګڼ خلق راجمع شوى وُو.</verse>
				<verse number="28">هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو ته ښۀ معلومه ده چې د يهودى دپاره دا ناروا دى چې د غېر‌يهوديانو کور ته لاړ شى او ورسره څۀ تعلق وساتى، خو خُدائ پاک اوس ما ته دا وښودل چې زۀ چا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم.</verse>
				<verse number="29">کله چې زۀ تاسو دلته راوغوښتم نو ځکه زۀ بې‌عذره راغلم. اوس زۀ دا تپوس کولے شم چې تاسو زۀ ولې راغوښتے يم؟“</verse>
				<verse number="30">کورنيليوس ورته جواب ورکړو چې، ”څلور ورځې مخکښې هم دا وخت درې بجې ما خپل کور کښې دُعا کوله چې ناڅاپه يو سړے په پړقېدونکو جامو کښې زما د وړاندې ودرېدو.</verse>
				<verse number="31">هغۀ ما ته ووئيل، اے کورنيليوسه. ستا دُعاګانې او خېراتونه خُدائ پاک قبول کړى دى.</verse>
				<verse number="32">نو ځکه شمعون چې ورته پطروس وائى هغۀ پسې يافا ته څوک ولېږه. هغه د سمندر په غاړه د شمعون چميار په کور کښې مېلمه دے.</verse>
				<verse number="33">نو ما سمدستى تا پسې پېغام وړُونکى درولېږل نو دا ستا ډېره مهربانى ده چې تۀ دلته راغلې. اوس مونږ ټول دلته د خُدائ پاک په حضور کښې په دې طمع ناست يُو چې کوم کلام چې تاسو د مالِک نه حاصل کړے دے هغه واورو.“</verse>
				<verse number="34">نو پطروس داسې ووئيل چې، ”زۀ اوس په دې ښۀ پوهه شوم چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.</verse>
				<verse number="35">خو په هر قوم کښې چې څوک د هغۀ نه يريږى او د صداقت کارونه کوى خُدائ پاک د هغوئ نه رضا وى.</verse>
				<verse number="36">تاسو ته د هغه پېغام پته ده چې خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو خلقو ته ولېږلو او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې د امن زيرے ورکړو، څوک چې د ټولو مالِک دے.</verse>
				<verse number="37">تاسو ته پته ده چې په ټوله يهوديه کښې څۀ وشول، دا واقعه د يحيىٰ د بپتسمې د بيان نه وروستو په ګليل کښې شروع شوه،</verse>
				<verse number="38">چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله، چې د اِبليس په قبضه کښې وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغۀ سره وو.</verse>
				<verse number="39">مونږ د هغه هر څۀ ګواهان يُو چې عيسىٰ د يهوديانو په مُلک او په يروشلم کښې وکړل. هغوئ هغه په سولۍ مړ کړو.</verse>
				<verse number="40">خو خُدائ پاک هغه په درېمه ورځ د مړو نه بيا راژوندے او خلقو ته ښکاره کړو،</verse>
				<verse number="41">هغه ټولو خلقو نه بلکې مونږه ګواهانو وليدو، چې خُدائ پاک د اول نه د دې دپاره غوره کړى يُو، مونږ ورسره د بيا ژوندى کېدو نه پس خوراک څښاک هم وکړو.</verse>
				<verse number="42">او هغۀ مونږ ته دا حُکم وکړو چې خلقو ته زما بيان وکړئ او دا ګواهى ورکړئ چې هم دا عيسىٰ دے چې خُدائ پاک د ژوندو او مړو دپاره د منصف په طور مقرر کړے دے.</verse>
				<verse number="43">د هغۀ په حقله ټولو نبيانو دا ګواهى ورکړې ده چې څوک هم په هغۀ ايمان ساتى نو د هغۀ د نوم په وسيله به يې ګناهونو معاف شى.“</verse>
				<verse number="44">د پطروس بيان لا جارى وو چې په هغوئ ټولو روحُ القُدس نازل شو چا چې بيان اورېدلو.</verse>
				<verse number="45">هغه ايمانداران يهوديان چې د پطروس سره راغلى وُو هغوئ حق حېران شول چې د روحُ القُدس نعمت په غېر‌يهوديانو هم نازل شو.</verse>
				<verse number="46">ځکه چې دوئ واورېدل چې هغوئ په غېرو ژبو کښې خبرې شروع کړې او د خُدائ پاک لوئى يې بيانوله. بيا پطروس ووئيل،</verse>
				<verse number="47">”اوس داسې څوک شته چې دا خلق په اوبو د بپتسمې اخستلو نه منع کړى، چې په دوئ روحُ القُدس داسې نازل شوے دے لکه څنګه چې په مونږ؟“</verse>
				<verse number="48">بيا هغۀ حُکم وکړو چې دوئ ته دې د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه ورکړے شى. بيا هغوئ پطروس ته ووئيل چې تاسو مونږ سره د يو څو ورځو دپاره ايسار شئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">په ټوله يهوديه کښې رسولانو او ايماندارانو واورېدل چې غېر‌يهوديانو هم د خُدائ پاک کلام قبول کړو.</verse>
				<verse number="2">نو کله چې پطروس يروشلم ته واپس شو نو يهودى ايماندارانو په هغۀ دا اِعتراض وکړو،</verse>
				<verse number="3">او داسې يې وئيل چې، ”تۀ د غېر‌يهوديانو کور ته لاړې او هغوئ سره دې روټۍ وخوړه.“</verse>
				<verse number="4">پطروس هغوئ ته هر څۀ چې شوى وُو په ترتيب سره بيان کړل چې،</verse>
				<verse number="5">”زۀ د يافا په ښار کښې وم او دُعا مې کوله چې بې‌هوشه شوم او رويا مې وليده چې د يو لوئ څادر په شان يو څيز د څلورو ګوټونو نه د آسمان نه راښکته کېدو او ما پورې راورسېدو.</verse>
				<verse number="6">ما په دې کښې وکتل چې په کښې هر قسمه ځناور چينجى او ماران او مارغان وُو.</verse>
				<verse number="7">بيا يو آواز زما تر غوږو شو او راته يې ووئيل، پاڅه، پطروسه. دا حلال کړه او وې خوره.</verse>
				<verse number="8">خو ما ووئيل چې، نه مالِکه، نه. ما هيڅکله هم حرام او ناپاک څيزونه نۀ دى خوړلى.</verse>
				<verse number="9">خو د آسمان نه په دوېم ځل آواز راغلو، کوم څيزونه چې خُدائ پاک، پاک کړى دى هغې ته حرام مۀ وايه.</verse>
				<verse number="10">داسې درې ځله وشول او بيا هغه هر څۀ دوباره آسمان ته پورته کړے شول.</verse>
				<verse number="11">هم په دغه وخت کښې درې سړى چې د قيصريه نه ما ته رالېږلے شوى وُو، هماغه کور ته راغلل چرته چې زۀ دېره وم.</verse>
				<verse number="12">روحُ القُدس ما ته وفرمائيل، بغېر د څۀ وسوسې نه د دوئ سره لاړ شه. دا شپږ وروڼه هم ما سره لاړل او مونږ د کورنيليوس کور ته لاړو.</verse>
				<verse number="13">هغۀ مونږ ته ووئيل چې څنګه يوه فرښته د هغۀ په کور کښې راښکاره شوه او ورته يې ووئيل چې، يافا ته شمعون پسې څوک ولېږه چې ورته پطروس هم وائى.</verse>
				<verse number="14">هغه به تا ته داسې کلام واوروى چې د هغې په وسيله به تۀ او ستا ټول ټبر خلاصون بيامومى.</verse>
				<verse number="15">څنګه چې ما خبرې شروع کړې نو روحُ القُدس په هغوئ داسې نازل شو لکه چې په مونږ په شروع کښې نازل شوے وو.</verse>
				<verse number="16">بيا ما ته هغه راياد شُو څۀ چې مالِک فرمائيلى وُو چې، يحيىٰ خو په اوبو بپتسمه ورکوله خو تاسو ته به د روحُ القُدس بپتسمه درکړے شى.</verse>
				<verse number="17">نو کۀ خُدائ پاک هغوئ ته هم هغه نعمت ورکړى چې مونږ ته يې راکړے وو کله چې مونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړو نو بيا زۀ څوک يم چې خُدائ پاک منع کړم؟“</verse>
				<verse number="18">کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ نور اِعتراضونه ونۀ کړل او هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”خُدائ پاک غېر‌يهوديانو ته هم د ژوند حاصلولو دپاره د توبې موقع ورکړې ده.“</verse>
				<verse number="19">د ستِفانوس د مرګ نه وروستو د ډېرو تکليفونو په وجه ايمانداران خوارۀ وارۀ شول او د هغوئ سر ان تر دې چې فينيکې، قبرص او اَنطاکيه ته ورسېدلو او په دې وخت کښې هغوئ صرف او صرف يهوديانو ته د خُدائ پاک کلام اورولو.</verse>
				<verse number="20">خو په هغوئ کښې څۀ خلق د قبرص او کرين وُو چې اَنطاکيه ته لاړل او يونانيانو ته يې هم د مالِک عيسىٰ په حقله زيرے اورولو.</verse>
				<verse number="21">د مالِک لاس په هغوئ وو، او ډېرو خلقو ايمان راوړو او مالِک ته راواوړېدل.</verse>
				<verse number="22">دا خبره د يروشلم جماعت ته ورسېده او هغوئ بيا برنباس اَنطاکيه ته ولېږلو.</verse>
				<verse number="23">کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ.</verse>
				<verse number="24">برنباس يو ښۀ سړے وو د روحُ القُدس نه معمور او ايمان يې مضبوط وو. او ډېرو خلقو په مالِک باندې ايمان راوړو.</verse>
				<verse number="25">بيا برنباس ترسس ته لاړو چې ساؤل پېدا کړى.</verse>
				<verse number="26">کله چې يې هغه پېدا کړو نو هغه يې اَنطاکيه ته ولېږلو او پوره يو کال برنباس او ساؤل په شريکه د جماعت خِدمت کولو او ډېرو خلقو له يې تعليم ورکولو. په اَنطاکيه کښې مريدانو ته په اول ځل عيسايان ووئيلے شُو.</verse>
				<verse number="27">په هغه وخت کښې څۀ نبيان د يروشلم نه اَنطاکيه ته راغلل،</verse>
				<verse number="28">چې په هغوئ کښې د يو نوم اګابوس وو، هغه ودرېدو او د روحُ القُدس په وسيله يې پېشګوئې وکړه چې په ټوله دُنيا کښې به يو سخت قحط راشى. او دا قحط د قيصر کلوديوس په بادشاهۍ کښې راغلو.</verse>
				<verse number="29">نو مريدانو فېصله وکړه چې هر يو به د خپل طاقت په مطابق هغه ايماندارانو له امداد ورلېږى چې په يهوديه کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="30">هغوئ چنده وکړه او مشرانو له يې د برنباس او ساؤل په ذريعه ورولېږله.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">تقريباً هم په هغه وخت هيروديس بادشاه د جماعت څۀ خلق ونيول او ظلم زياتے يې ورسره شروع کړو.</verse>
				<verse number="2">هغۀ د يوحنا ورور يعقوب په تُوره شهيد کړو.</verse>
				<verse number="3">نو کله چې هغه خبر شو چې يهوديان په دې کار خوشحاله شول، نو پطروس يې هم ګرفتار کړو. دا واقعه د پتيرې روټۍ د اختر په ورځو کښې وشوه.</verse>
				<verse number="4">د ګرفتارولو نه وروستو يې هغه په قېد کښې واچولو او د سپاهيانو څلور ډلو ته يې حواله کړو چې د دۀ څوکيدارى کوى. د هيروديس دا خيال وو چې د فسح د اختر نه وروستو به يې د خلقو په وړاندې فېصله واوروى.</verse>
				<verse number="5">نو هغۀ پطروس په قېدخانه کښې وساتلو، خو جماعت د پطروس دپاره په جوش سره د خُدائ پاک نه دُعا غوښتله.</verse>
				<verse number="6">په هم هغه شپه هيروديس د پطروس د بهر راوستو نه وړاندې هغه د دوو سپاهيانو په مينځ کښې په دوو زنځيرونو تړلے اودۀ پروت وو او د دروازې نه بهر څوکيدارانو د قېدخانې څوکۍ کوله.</verse>
				<verse number="7">چې ناڅاپى د مالِک خُدائ يوه فرښته هلته ودرېده او په کوټڼۍ کښې رڼا وځلېده. هغې د پطروس اوږه وخوځوله او راويښ يې کړو او ورته يې وفرمائيل، ”زر شه، راپاڅه.“ نو په دې کښې زولنۍ د پطروس د مړوندونو نه وغورزېدلې.</verse>
				<verse number="8">بيا فرښتې هغۀ ته ووئيل چې، ”ملابند وتړه او خپل پېزار په پښو کړه.“ پطروس هم هغه شان وکړل. بيا فرښتې هغۀ ته ووئيل، ”خپله چُوغه واچوه او ما پسې راځه.“</verse>
				<verse number="9">پطروس د کوټڼۍ نه بهر فرښتې پسې نېغ روان وو، خو د هغۀ دا خيال نۀ وو چې ګنې دا رښتيا دى خو د هغۀ سوچ دا وو چې دا ګنې خوب دے.</verse>
				<verse number="10">هغوئ د وړومبې او دوېمې څوکۍ نه واوړېدل او د اوسپنې هغه دروازې ته راورسېدل کومه چې ښار ته وتې وه. دا د هغوئ دپاره په خپله کولاو شوه او دوئ ترې نه ووتل. کله چې هغوئ په کوڅه کښې روان وُو نو څۀ ګورې چې فرښته د هغۀ سره نۀ وه.</verse>
				<verse number="11">بيا پطروس په خود کښې راغلو او هغۀ خپل ځان سره ووئيل چې، ”اوس زما پوره يقين دے چې مالِک خُدائ خپله فرښته ما ته رالېږلې ده او ما ته يې د هيروديس او د يهوديانو د ټولو بدو منصوبو نه نجات راکړو.“</verse>
				<verse number="12">کله چې هغه په دې پوهه شو نو بيا هغه د مريم کور ته لاړو چې د يوحنا مرقوس مور وه. هلته ډېر ګڼ خلق راغونډ شوى وُو او دُعا يې کوله.</verse>
				<verse number="13">کله چې پطروس بهر دروازه وټکوله نو روده نومې نوکره دروازې ته ورغله.</verse>
				<verse number="14">نو چې هغې د پطروس آواز وپېژندلو هغه دومره خوشحاله شوه چې د دروازې خلاصولو په ځائ هغې دننه منډه کړه او هغوئ يې خبر کړل چې، ”پطروس بهر په دروازه کښې ولاړ دے.“</verse>
				<verse number="15">هغوئ هغې ته ووئيل چې، ”تۀ ليونۍ يې.“ خو هغه په خپله خبره ټينګه وه چې زۀ رښتيا وايم. خو هغوئ ووئيل چې، ”دا به ضرور د هغۀ فرښته وى.“</verse>
				<verse number="16">خو پطروس هم هغه شان دروازه ټکوله او چې کله هغوئ دروازه کولاو کړه نو بيا د هغۀ په ليدو حق حېران شول.</verse>
				<verse number="17">خو پطروس هغوئ ته د چپ کېدو اِشاره وکړه او ټوله قيصه يې ورته بيان کړه چې مالِک هغه څنګه د قېدخانې نه بهر راوويستو. نو بيا هغۀ ووئيل چې، ”يعقوب او زمونږ نور وروڼه په دې واقعه خبر کړئ.“ او بيا هغه بل ځائ ته روان شو.</verse>
				<verse number="18">چې سحر شو نو سپاهيان په دې ډېر پرېشانه وُو چې پطروس څۀ شو؟</verse>
				<verse number="19">کله چې هيروديس هغه ښۀ ولټولو او پېدا يې نۀ کړو، بيا هغۀ د سپاهيانو نه بيان واخستو او د هغوئ د وژلو حُکم يې ورکړو. د دې نه پس هيروديس د يهوديه نه لاړو او د څۀ وخت دپاره په قيصريه کښې پاتې شو.</verse>
				<verse number="20">نو هيروديس د صور او د صيدا خلقو ته په قهر وو نو په دې وجه هغوئ ورته د صلحې دپاره جرګه ورولېږله ځکه چې د هغوئ ښارونه د خوراک دپاره د هيروديس د مُلک محتاجه وُو. د سفارش کولو دپاره جرګې خپل ځان سره د بادشاه د دربار ناظر بلستوس ملګرے کړو.</verse>
				<verse number="21">نو په يوه مقرره ورځ هيروديس خپل شاهى لباس واچولو، او په تخت کښېناستو او هغوئ ته يې تقرير شروع کړو.</verse>
				<verse number="22">او ګڼې چغې وهلې چې، ”دا خو د خُدائ آواز دے، نه چې د انسان.“</verse>
				<verse number="23">نو سمدستى د مالِک خُدائ يوې فرښتې هيروديس ووهلو، ځکه چې هغۀ د خُدائ پاک تمجيد ونۀ کړو، او هغه چينجو وخوړو او مړ شو.</verse>
				<verse number="24">خو په هم دې وخت کښې د خُدائ پاک کلام خورېدلو او ترقى يې کوله.</verse>
				<verse number="25">بيا برنباس او ساؤل د خپل خِدمت پوره کولو نه پس يروشلم ته واپس راغلل، او ځان سره يې يوحنا راوستو، چې بل نوم يې مرقوس وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">د اَنطاکيه په جماعت کښې نبيان او اُستاذان وُو، برنباس، شمعون چې په تور ياديږى، لوکيوس کرينى، مناهين چې د هيروديس حاکِم سره يو ځائ لوئ شوے وو، او ساؤل.</verse>
				<verse number="2">کله چې هغوئ د مالِک عبادت کولو او روژه يې نيولې وه نو روحُ القُدس ورته وفرمائيل، ”برنباس او ساؤل زما د هغه کار دپاره منتخب کړئ د څۀ دپاره چې ما هغوئ رابللى دى.“</verse>
				<verse number="3">نو د روژې نيولو او دُعا کولو نه پس هغوئ د برنباس او ساؤل په سر خپل لاسونه کېښودل او رُخصت يې کړل.</verse>
				<verse number="4">هغوئ دواړه د روحُ القُدس په وسيله ولېږلے شول، او هغوئ سلوکيه ته ښکته لاړل او بيا د هلته نه په سمندرى جهاز کښې قبرص ته لاړل.</verse>
				<verse number="5">کله چې هغوئ سَلميس ته راورسېدل نو هغوئ د خُدائ پاک کلام د يهوديانو په عبادتخانو کښې واورولو او د هغوئ سره يوحنا هم د مددګار په توګه وو.</verse>
				<verse number="6">هغوئ تر پافُس پورې په ټوله جزيره کښې وګرځېدل. هلته هغوئ يو يهودى جادوګر سره مِلاو شول، چې د دروغو نبى وو او نوم يې بريسوع وو.</verse>
				<verse number="7">هغه د سرګيوس پولوس ګورنر ملګرے وو. ګورنر يو هوښيار سړے وو. هغۀ برنباس او ساؤل راوبلل ځکه چې هغۀ غوښتل چې د خُدائ پاک کلام واورى.</verse>
				<verse number="8">خو جادوګر چې په يونانۍ کښې ورته اِليماس وائى، د هغوئ مخالفت وکړو او دا کوشش يې کولو چې ګورنر ايمان رانۀ وړى.</verse>
				<verse number="9">خو ساؤل چې ورته پولوس هم وائى د روحُ القُدس نه معمور وو، اِليماس ته يې نېغ کتل،</verse>
				<verse number="10">او ورته يې ووئيل چې، ”اے د اِبليس زويه، اے د صداقت دشمنه، اے ټګه او د شرارت نه ډکه. ولې تۀ د مالِک د نېغو لارو د کږولو نه نۀ منع کيږى؟</verse>
				<verse number="11">خو ګوره اوس، مالِک خُدائ ستا خلاف شو. تۀ به ړوند شې او د څۀ وخت پورې به تۀ د نمر رڼا نۀ وينې.“ سمدستى د هغۀ په سترګو خړه راغله او په ټَپو شو او بيا هغۀ لاسونه ټپول چې د لاس نه يې څوک ونيسى او بو يې ځى.</verse>
				<verse number="12">کله چې ګورنر دا هر څۀ وليدل نو ايمان يې راوړو، ځکه چې هغه د مالِک په حقله د تعليم په وجه ډېر متاثره شو.</verse>
				<verse number="13">پولوس او د هغۀ ملګرى د پافُس نه په سمندرى جهاز کښې پرګې ته لاړل چې په پمفوليه کښې ده. نو يوحنا ترې جدا شو او يروشلم ته واپس لاړو.</verse>
				<verse number="14">خو د پرګې نه هغوئ پيسيديه اَنطاکيه ته لاړل. د سبت په ورځ هغوئ عبادتخانې ته لاړل او کښېناستل.</verse>
				<verse number="15">د شريعت او د نبيانو د صحيفو لوستلو نه وروستو د عبادتخانې منتظيمينو هغوئ خبردار کړل چې، ”وروڼو، کۀ تاسو سره د خلقو د ډاډه کولو دپاره څۀ کلام وى نو مهربانى وکړئ هغه بيان کړئ.“</verse>
				<verse number="16">نو پولوس راوچت شو او خلقو ته يې د چپ کېدلو اِشاره وکړه، او وې وئيل، ”اے بنى اِسرائيلو او غېر‌يهوديانو تاسو څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ نو زما خبره واورئ.</verse>
				<verse number="17">د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک زمونږ پلار نيکونه منتخب کړل او کله چې لا هغوئ مهاجر وو نو د هغوئ نه يې په مِصر کښې يو لوئ قوم جوړ کړو. او هغوئ يې د مِصر د غلامۍ نه په خپل لوئ قُدرت سره را آزاد کړل.</verse>
				<verse number="18">خو تر څلوېښتو کالو پورې هغۀ په صحرا کښې د دوئ چال چلن وزغملو.</verse>
				<verse number="19">د کنعان په مُلک کښې د اووۀ قومونو بربادولو نه پس هغۀ د هغوئ زمکه خپلو خلقو له په ميراث کښې ورکړه.</verse>
				<verse number="20">او دا تقريباً په څلور نيمو سوو کالو کښې سر ته ورسېدله. د هغې نه پس هغۀ د سموئيل نبى تر زمانې پورې هغوئ ته قاضيان منتخب کړل.</verse>
				<verse number="21">بيا هغوئ يو بادشاه وغوښتو، او خُدائ پاک هغوئ له د قيس زوئ ساؤل ورکړو، چې د بنيامين د قبيلې نه وو. او هغۀ تر څلوېښتو کالو پورې حکومت وکړو.</verse>
				<verse number="22">خو خُدائ پاک ساؤل لرې کړو او داؤد يې د هغۀ په ځائ بادشاه مقرر کړو، چې د چا په حقله چې خُدائ پاک داسې وفرمائيل، ”د يَسى زوئ داؤد زما په نقش قدم روان دے، هغه به زما ټوله رضا سر ته ورسوى.“</verse>
				<verse number="23">د دې سړى د نسل نه خُدائ پاک د خپل قول په مطابق د بنى اِسرائيلو دپاره خلاصونکے عيسىٰ راولېږلو.</verse>
				<verse number="24">يحيىٰ د عيسىٰ د راتلو نه وړاندې د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو ته بيان وکړو چې توبه ګار شئ او بپتسمه واخلئ.</verse>
				<verse number="25">کله چې يحيىٰ خپل خِدمت پوره کولو نو هغۀ ووئيل چې، ”زۀ هغه مسيح نۀ يم کوم چې ستاسو خيال دے، خو زما نه پس هغه څوک راروان دے چې زۀ د هغۀ د پېزار د تسمو د پرانستلو جوګه هم نۀ يم.“</verse>
				<verse number="26">زما وروڼو، تاسو چې د اِبراهيم اولاد يئ او غېر‌يهوديان چې د خُدائ پاک نه يره کوئ، مونږ ته د خلاصون دا پېغام رالېږلے شوے دے.</verse>
				<verse number="27">د يروشلم خلقو او د هغوئ مشرانو عيسىٰ ونۀ پېژندلو، د هغۀ په مجرم کولو هغوئ د نبيانو هغه کلام پوره کړو چې د هر سبت په ورځ به تلاوت کېدو.</verse>
				<verse number="28">سره د دې چې هغوئ سره د هغۀ د مرګ د سزا څۀ ثبوت نۀ وو خو بيا يې هم پيلاطوس ته ووئيل چې هغه قتل کړى.</verse>
				<verse number="29">کله چې هغوئ هغه هر څۀ پوره کړل کوم چې د هغۀ په حقله په صحيفو کښې ليکلى وُو نو هغوئ هغه د سولۍ نه راکوز کړو او په قبر کښې يې کېښودلو.</verse>
				<verse number="30">خو خُدائ پاک عيسىٰ د مړو نه بيا راژوندے کړو.</verse>
				<verse number="31">او کوم خلق چې د هغۀ سره د ګليل نه يروشلم ته راغلى وُو، هغوئ هغه تر ډېرو ورځو پورې وليدلو. هغوئ اوس زمونږ د قوم خلقو ته د هغۀ ګواهان دى.</verse>
				<verse number="32">او مونږ تاسو ته يې هغه زيرے راوړو چې خُدائ پاک زمونږ د پلار نيکونو سره وعده کړې وه.</verse>
				<verse number="33">خُدائ پاک دا وعده زمونږ دپاره، چې مونږ د هغوئ اولاد يُو، د عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندى کولو سره پوره کړله، لکه چې دا په دوېم زبور کښې ليکلى دى چې، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“</verse>
				<verse number="34">او خُدائ پاک د هغۀ سره د مړو نه د بيا راژوندى کولو وعده وکړه او په قبر کښې خاورې کېدو ته يې پرې نۀ ښودو، او خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”زۀ به تاسو ته د داؤد سره وعده کړے شوى پاک او حقيقى نعمتونه درکړم.“</verse>
				<verse number="35">بيا هغه د زبور په بل ځائ کښې داسې فرمائيلى دى چې، ”تۀ به په خپل قُدوس د خاورې کېدو ساعت رانۀ ولې.“</verse>
				<verse number="36">ځکه کله چې داؤد په خپله پيړۍ کښې د خُدائ پاک د مرضۍ خِدمت پوره کړو نو هغه مړ شو او د خپل پلار نيکونو سره ښخ شو او د هغۀ بدن خاورې شو،</verse>
				<verse number="37">خو هغه څوک چې خُدائ پاک بيا د مړو نه ژوندے کړو هغه خاورې نۀ شو.</verse>
				<verse number="38">نو ځکه زما وروڼو، زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې د عيسىٰ په وسيله تاسو ته د ګناهونو د معافۍ اعلان کيږى.</verse>
				<verse number="39">او هر څوک چې په عيسىٰ ايمان راوړى، د هغۀ په وسيله به د هغۀ هره هغه ګناه معاف شى کومه چې د موسىٰ په شريعت کښې معاف کېدے نۀ شوله.</verse>
				<verse number="40">نو بيا خبردار شئ چې په تاسو کښې هغه څۀ رانۀ شى څۀ چې نبيانو وئيلى دى چې،</verse>
				<verse number="41">وګورئ اے سپکو خلقو، حېران او تباه شئ، ځکه چې زۀ به ستاسو د ژوند په دوران کښې يو داسې کار وکړم چې تاسو به پرې يقين نۀ کوئ کۀ تاسو ته وئيلے شوى هم وى.“</verse>
				<verse number="42">کله چې پولوس او برنباس د عبادتخانې نه بهر وتل نو خلقو ورته مِنت زارى وکړه چې په راتلونکى سبت مونږ ته بيا د دې موضوع په حقله خبرې وکړئ.</verse>
				<verse number="43">نو چې کله ګڼه خوره شوه نو ډېر يهوديان او نوې يهوديان شوى کسان پولوس او برنباس له ورغلل او پولوس او برنباس دوئ ته مِنت وکړو چې د خُدائ پاک په فضل کښې قائم پاتې شئ.</verse>
				<verse number="44">په بل سبت تقريباً د ښار ټول خلق د مالِک خُدائ کلام اورېدو ته راغونډ شول.</verse>
				<verse number="45">خو چې يهوديانو دا ګڼه وليده نو هغوئ د ډېر حسد نه اور واخستو او د پولوس د خبرو مخالفت يې وکړو او وې کنځلو.</verse>
				<verse number="46">بيا پولوس او برنباس په ډاګه ووئيل چې، ”دا ضرورى وه چې اول دې تاسو بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک کلام واورولے شى، خو چې تاسو يې نۀ قبلوئ او خپل ځانونه د تل عُمرى ژوندون لائق نۀ ګڼئ، نو اوس مونږ غېر‌يهوديانو ته دعوت ورکوو.</verse>
				<verse number="47">ځکه چې مالِک مونږ ته دا حُکم راکړے دے چې، زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“</verse>
				<verse number="48">کله چې غېر‌يهوديانو دا واورېدل نو ډېر خوشحاله شول او د مالِک د کلام دپاره شُکر ګزار شول او هغوئ څوک چې د تل عُمرى ژوندون دپاره غوره شوى وُو، ايمان يې راوړو.</verse>
				<verse number="49">نو په هغه ټول مُلک کښې د مالِک خُدائ کلام خور شو.</verse>
				<verse number="50">خو يهوديانو ديندارې او عزتمندې ښځې او د ښار مشران د پولوس او برنباس خلاف کړل، او د هغوئ په تکليف رسولو يې لاس پورې کړو او دغه شان يې هغوئ د ښار نه بهر کړل.</verse>
				<verse number="51">نو هغوئ د احتجاج په طور د خپلو پښو نه د هغوئ خلاف دوړه وڅنډله او اِکونيوم ته لاړل.</verse>
				<verse number="52">او مريدان د خوشحالۍ او روحُ القُدس نه معمور وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">پولوس او برنباس په اِکونيوم کښې د يهوديانو عبادتخانې ته لاړل. هلته هغوئ په داسې ښۀ انداز سره خبرې وکړې چې ډېرو يهوديانو او غېر‌يهوديانو پرې ايمان راوړو.</verse>
				<verse number="2">خو بې‌ايمانه يهوديانو د غېر‌يهوديانو په ذهنونو کښې د ايماندارانو خلاف نفرت پېدا کړو.</verse>
				<verse number="3">خو د ډيرې مودې دپاره پولوس او برنباس هلته پاتې شول او په زړۀ ورتيا سره يې د مالِک په حقله خبرې کولې، نو مالِک د هغوئ د معجزو او نښو او عجيبه کارونو د قابليت په ورکولو سره د خپل کلام تصديق وکړو.</verse>
				<verse number="4">خو د ښار خلق په دوو ډلو تقسيم شول، ځينې د يهوديانو په طرف او ځينې د رسولانو سره شول.</verse>
				<verse number="5">خو غېر‌يهوديانو او يهوديانو په يو ځائ د ښار د حاکمانو سره داسې منصوبه جوړه کړه چې دوئ به هغوئ بې‌عزته او سنګسار کړى.</verse>
				<verse number="6">نو هغوئ د دوئ د نيت نه خبر شول او د لوکاونيه ښارونو لستره او دربې ته او ګېرچاپېره مُلکونو ته يې هِجرت وکړو.</verse>
				<verse number="7">او هلته يې مسلسل د زيرى تعليم ورکولو.</verse>
				<verse number="8">په لستره کښې يو شل سړے وو چې پېدائشى ګوډ وو او هيچرې نۀ وو ګرځېدلے.</verse>
				<verse number="9">کله چې پولوس بيان کولو نو هغۀ ورته غوږ اېښے وو، نو چې پولوس ورته د زړۀ نه وکتل نو په دې پوهه شو چې د هغۀ په جوړېدلو ايمان شته،</verse>
				<verse number="10">نو هغۀ ورته په زوره ووئيل، ”پاڅه او په خپلو پښو ودرېږه.“ نو هغه اېک دم پاڅېدو او روان شو.</verse>
				<verse number="11">کله چې خلقو د پولوس دا کار وليدو هغوئ په خپله مقامى ژبه کښې ووئيل چې، ”خُدايان د انسانانو په شکل کښې مونږ ته راکوز شوى دى.“</verse>
				<verse number="12">هغوئ برنباس ته د زيُوس معبود او پولوس ته د هِرميس معبود خطاب وکړو ځکه چې پولوس د هغوئ مشرکلام اورونکے وو.</verse>
				<verse number="13">د زيُوس اِمام چې د چا عبادتخانه د ښار نه بهر وه، هغۀ د ښار دروازې ته غوَيان او هارونه راوړل ځکه چې هغۀ او هغه ګڼې غوښتل چې هغوئ ورته قربانى پېش کړى.</verse>
				<verse number="14">خو کله چې برنباس او پولوس په دې خبر شُو نو خپلې جامې يې وشلولې او خلقو ته يې ورمنډې کړې او چغې يې کړې چې،</verse>
				<verse number="15">”اے خلقو. تاسو ولې داسې کارونه کوئ؟ مونږ خو هم ستاسو په شان انسانان يُو. مونږ دا زيرے د دې دپاره تاسو له راوړو چې تاسو د دې عبث بُتانو نه ژوندى خُدائ پاک ته راواوړئ چا چې آسمانونه، زمکې، سمندرونه او په دې کښې هر څۀ پېدا کړى دى.</verse>
				<verse number="16">په تېرو شوو زمانو کښې هغۀ ټول نسلونه خپلې خوښې ته پرېښې وو چې په کومه ځى.</verse>
				<verse number="17">هغۀ خپل وجود په تاسو د رحم په وسيله ثابت کړو، يعنې په تاسو د آسمان نه باران ورَوى او په خپل موسم کښې فصلونه درکوى، هغه تاسو په خوراک مړوى او ستاسو زړونه خوشحالوى.“</verse>
				<verse number="18">په دې وينا سره رسولانو خلق خپل ځان ته د قربانۍ کولو نه ډېره په ګرانه سره منع کړل.</verse>
				<verse number="19">بيا د اَنطاکيه او اِکونيوم نه څۀ يهوديان هغه ځائ ته راغلل او خلق يې ځان سره ملګرى کړل. نو هغوئ بيا پولوس سنګسار کړو او د ښار نه يې بهر راښکلو، د هغوئ خيال دا وو چې ګنې مړ دے.</verse>
				<verse number="20">خو چې کله مريدان د هغۀ نه راتاو شول، نو هغه پاڅېدو او ښار ته واپس دننه لاړو او په بله ورځ هغه د برنباس سره دربې ښار ته لاړو.</verse>
				<verse number="21">په دربې کښې د زيرى اورولو نه وروستو ډېر خلق د عيسىٰ مريدان شول. بيا هغوئ لستره، اِکونيوم او اَنطاکيه ته واپس لاړل.</verse>
				<verse number="22">هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“</verse>
				<verse number="23">هغوئ په هر جماعت کښې مشران مقرر کړل، او په روژه نيولو او دُعا کولو سره يې هغوئ هغه مالِک ته وسپارل په چا چې يې ايمان راوړے وو.</verse>
				<verse number="24">بيا هغوئ د پيسيديه نه تير شول او پمفوليه ته راغلل.</verse>
				<verse number="25">او کله چې هغوئ په پرګه کښې کلام واورولو نو هغوئ لاندې اټاليى ته لاړل.</verse>
				<verse number="26">د اټاليى نه هغوئ اَنطاکيه ته په سمندرى جهاز کښې لاړل چرته چې هغوئ د هغه کار دپاره د خُدائ پاک فضل ته وسپارلے شول کوم چې دوئ اوس پوره کړو.</verse>
				<verse number="27">کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ جماعت يو ځائ راجمع کړو، او د هغه هر څۀ نه يې هغوئ خبر کړل چې خُدائ پاک د دوئ په وسيله کړى وُو، او چې څنګه هغۀ غېر‌يهوديانو ته د ايمان د راوړلو دروازه کولاو کړې وه.</verse>
				<verse number="28">او هغوئ هلته تر ډېره وخته پورې د مريدانو سره پاتې شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">بيا ځينې کسان د يهوديه نه راغلل او ايماندارانو ته يې تعليم شروع کړو چې، ”کۀ تاسو د موسىٰ د شريعت په مطابق سنت نۀ شئ نو خلاصون نۀ شئ موندلے.“</verse>
				<verse number="2">په دې د پولوس او برنباس د هغوئ سره ډېر سخت بحث وشو او جماعت دا فېصله وکړه چې پولوس او برنباس دې سره د نورو ايماندارانو يروشلم ته لاړ شى چې په دې مسئله د رسولانو او د نورو مشرانو سره خبرې وکړى.</verse>
				<verse number="3">جماعت هغوئ ولېږل او په فينيکې او سامريه ورواوړېدل او هغوئ د غېر‌يهوديانو د ايمان راوړلو خبرې کولې، نو په دې خبره ټول ايمانداران ډېر خوشحاله شول.</verse>
				<verse number="4">کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو ټول جماعت، رسولانو او مشرانو ورته تود هرکلے وئيلو او بيا يې هغوئ د هغه هر څۀ نه چې خُدائ پاک د هغوئ په وسيله کړى وُو، خبر کړل.</verse>
				<verse number="5">بيا د فريسيانو د فرقې څۀ ايمانداران پاڅېدل او وې وئيل چې، ”دا ضرورى دى چې غېر‌يهوديان سنت شى او ورته دې حکم وشى چې د موسىٰ د شريعت پابندى کوئ.“</verse>
				<verse number="6">نو رسولانو او مشرانو جرګه جوړه کړه چې په خپلو کښې په دې مسئلې مشوره وکړى.</verse>
				<verse number="7">د اوږد بحث نه پس پطروس پاڅېدو او هغوئ ته يې مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تاسو په خپله خبر يئ چې په اولو ورځو کښې خُدائ پاک په تاسو کښې زۀ خوښ کړم چې غېر‌يهوديانو ته د زيرى کلام بيان کړم چې هغوئ ايمان راوړى.</verse>
				<verse number="8">او خُدائ پاک چې د هر څۀ نه خبر دے، هغۀ هغوئ ته د روحُ القُدس د ورکولو په وسيله د دې تصديق وکړو چې خُدائ پاک هغوئ هم قبول کړى دى څنګه چې يې مونږ قبول کړى يُو.</verse>
				<verse number="9">هغۀ په هغوئ کښې او په مونږ کښې څۀ فرق ونۀ کړو ځکه چې هغۀ د ايمان راوړلو په وسيله د هغوئ زړونه پاک کړل.</verse>
				<verse number="10">نو اوس بيا تاسو خُدائ پاک ولې آزمايئ او د دې مريدانو په اوږو داسې جغ ولې ږدئ چې نۀ خو مونږ او نۀ زمونږ پلارانو نيکونو وړلے شو؟</verse>
				<verse number="11">نه، زمونږ عقيده ده چې مونږ د مالِک عيسىٰ د فضل په وسيله خلاصون موندلے دے او دغه شان دوئ هم.“</verse>
				<verse number="12">په دې ټوله غونډه چپ شوله او برنباس او پولوس ته يې غوږ کېښودو چا چې هغه نښې او معجزې بيان کړې چې د دوئ په وسيله خُدائ پاک په غېر‌يهوديانو کښې ښکاره کړې وې.</verse>
				<verse number="13">هغوئ چې خبرې بس کړې نو يعقوب ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما ته غوږ کېږدئ.</verse>
				<verse number="14">شمعون مونږ ته ووئيل چې خُدائ پاک څنګه په اول ځل د غېر‌يهوديانو نه خلق د خپل ځان دپاره خوښ کړل.</verse>
				<verse number="15">دا د نبيانو د کلام سره هم سمون خورى لکه چې صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې،</verse>
				<verse number="16">”د هغې نه پس به زۀ واپس راشم او د داؤد نړېدلے کور به بيا آباد کړم، او زۀ به دا بيا ودان کړم</verse>
				<verse number="17">د دې دپاره چې نور انسانان، يعنې غېر‌يهوديان زما لټون وکړى څوک چې ما رابللى او خپل کړى دى. مالِک خُدائ داسې فرمائى، هغه چې دغه کارونه کوى،</verse>
				<verse number="18">چې د پيړو راسې معلوم دى.“</verse>
				<verse number="19">د دې دپاره زما فېصله دا ده چې مونږ هغه غېر‌يهوديانو ته تکليف ورنۀ کړُو څوک چې په خُدائ پاک ايمان راوړى،</verse>
				<verse number="20">بلکې په ليکلو ورته هدايت وکړُو چې بُتانو ته پېش کړے شوې نذرانې او زناکارۍ نه او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د هغې د وينې نه ځان وساتئ.</verse>
				<verse number="21">ځکه چې د پخوا زمانې نه په هر ښار کښې د موسىٰ د شريعت تعليم ورکول کېدو او په هر سبت به په عبادتخانو کښې تلاوت کېدو.“</verse>
				<verse number="22">بيا رسولانو او مشرانو د ټول جماعت په مشوره دا فېصله وکړه چې په خپل مينځ کښې يو څو کسان خوښ کړى او هغوئ اَنطاکيه ته د پولوس او برنباس سره ولېږى. هغوئ په وروڼو کښې يهوداه چې برسبا ورته وائى، او سيلاس چې په هغوئ کښې ډېر عزتمند وو، غوره کړل.</verse>
				<verse number="23">او خط يې ورکړو چې په کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”مونږ رسولان او مشران ستاسو وروڼه، تاسو غېر‌يهوديانو ايماندارانو ته چې په اَنطاکيه، شام، او کلکيه کښې يئ سلامونه وايو.</verse>
				<verse number="24">مونږ اورېدلى دى چې زمونږ ځينى کسان زمونږ د حُکم نه بغېر درغلى دى او په خپلو خبرو يې تاسو پرېشانه کړى يئ او ستاسو ذهنونه يې ګډ‌وډ کړى دى.</verse>
				<verse number="25">مونږ دا فېصله کړې ده چې خپل نمائنده ګان خوښ کړُو او د خپلو خوږو ملګرو برنباس او پولوس سره يې تاسو له درولېږو،</verse>
				<verse number="26">چا چې خپل ځانونه زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د نوم دپاره په خطره کښې اچولى دى.</verse>
				<verse number="27">د دې دپاره مونږ يهوداه او سيلاس درلېږو او هغوئ به درته په خپله دا خبرې تېرې کړى.</verse>
				<verse number="28">دا زمونږ او د روحُ القُدس خوښه ده چې د دې ضرورى خبرو نه زيات په تاسو نور بوج وانۀ چوُو.</verse>
				<verse number="29">تاسو ته په کار دى چې بُتانو ته د نذر کړې قربانۍ نه، د هغې د وينې او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د زناکارۍ نه ځان ساتئ. کۀ تاسو د دې څيزونو نه ځانونه بچ ساتئ نو تاسو به ښۀ کوئ. وسلام.“</verse>
				<verse number="30">نو دغه شان دوئ رُخصت کړے شول او اَنطاکيه ته لاړل. هلته هغوئ جماعت يو ځائ جمع کړو او خط يې ورله ورکړو.</verse>
				<verse number="31">کله چې هغوئ دا خط ولوستلو نو هغوئ په دې تسلۍ خوشحاله شول.</verse>
				<verse number="32">يهوداه او سيلاس چې په خپله هم نبيان وُو، هغوئ ايماندارانو ته د ډاډګيرنې او تکړه کېدو دپاره ډېر نصيحت وکړو.</verse>
				<verse number="33">هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس ايماندارانو هغوئ په خير سره خپلو استوونکو ته واپس ولېږل.</verse>
				<verse number="34"></verse>
				<verse number="35">خو پولوس او برنباس په اَنطاکيه کښې پاتې شول او هلته يې د ډېرو نورو سره د مالِک کلام اورولو او تعليم يې ورکولو.</verse>
				<verse number="36">نو څو ورځې پس پولوس برنباس ته ووئيل چې، ”راځه چې واپس لاړ شُو او ايماندارانو سره مِلاو شُو په هر هغه ښار کښې چرته چې مونږ د مالِک کلام اورولے وو او د هغوئ د حال نه ځان خبر کړُو.“</verse>
				<verse number="37">د برنباس دا خواهش وو چې يوحنا چې ورته مرقوس وائى د ځان سره بوځى.</verse>
				<verse number="38">خو پولوس دا مناسب نۀ ګڼل چې هغه د ځان سره ملګرے کړى ځکه چې يوحنا هغوئ په پمفوليه کښې ځانله پرېښے وُو او د خِدمت په کار کښې يې دوئ سره ملګرتيا نۀ وه کړې.</verse>
				<verse number="39">د هغوئ اختلاف دومره زيات شو چې هغوئ د يو بل نه جدا شول او برنباس مرقوس د ځان سره کړو او په سمندرى جهاز کښې قبرص ته روان شو.</verse>
				<verse number="40">خو پولوس سيلاس خوښ کړو او هغه په خپل سفر روان شو. ايماندارانو هغه د مالِک فضل ته وسپارلو.</verse>
				<verse number="41">هغه په شام او کلکيه ورتېر شو او جماعتونو له يې ډاډګيرنه ورکړه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">پولوس دربې او لستره ته لاړو. هلته تيموتيوس نومې يو مريد وو چې مور يې يهودڼه وه او هغه ايمانداره وه خو د هغۀ پلار يونانى وو.</verse>
				<verse number="2">هغه د لستره او اِکونيوم په ايماندارانو کښې ډېر نېک نامه وو.</verse>
				<verse number="3">پولوس غوښتل چې تيموتيوس د خپل ځان سره بوځى، او د هغه يهوديانو د خاطره چې هلته اوسيږى هغوئ هغه سنت کړو ځکه چې هغوئ ټولو ته پته وه چې د هغۀ پلار يونانى وو.</verse>
				<verse number="4">څنګه چې هغوئ د يو ښار نه بل ته تلل نو هغه فرمانونه چې رسولانو او مشرانو پرې په يروشلم کښې فېصله کړې وه، هغه يې ايماندارانو ته اورول چې عمل پرې وکړى.</verse>
				<verse number="5">نو جماعتونه په ايمان کښې ورځ په ورځ تکړه کېدل او د هغوئ شمېر زياتېدو.</verse>
				<verse number="6">نو هغوئ د فروګيه او ګلتيه په علاقو واوړېدل ځکه چې روحُ القُدس هغوئ د آسيه په صوبه کښې د کلام اورولو نه منع کړى وُو.</verse>
				<verse number="7">کله چې هغوئ د موسيه سرحد ته ورسېدل نو هغوئ کوشش وکړو چې بتونيه ته ننوځى خو د عيسىٰ روح هغوئ پرې نۀ ښودل.</verse>
				<verse number="8">نو هغوئ په موسيه تير شول او ترواس ته لاړل.</verse>
				<verse number="9">د شپې پولوس رويا وليدله چې يو مِکدونى سړے ولاړ دے او دا مِنت ورته کوى چې، ”مِکدونيه ته راپورې وځه او زمونږ مدد وکړه.“</verse>
				<verse number="10">کله چې هغۀ دا رويا وليده نو مونږ سمدستى کوشش وکړو چې مِکدونيه ته لاړ شُو. زمونږ دا خيال وو لکه چې خُدائ پاک راته وئيلى وى چې هغوئ ته زيرے ورکړُو.</verse>
				<verse number="11">نو مونږ د ترواس نه په سمندرى جهاز کښې سوارۀ شُو او نېغ ساموتراکې ته او په بله ورځ نياپوليس ته لاړو،</verse>
				<verse number="12">او د هغه ځائ نه فيليپى ته چې د مِکدونيه په ضِلع کښې لوئ ښار دے او د روميانو کالونى هم ده. مونږ په دې ښار کښې د څو ورځو دپاره پاتې شُو.</verse>
				<verse number="13">د سبت په ورځ مونږ د ښار د دروازې نه بهر د سيند غاړې ته لاړو چرته چې زمونږ دا خيال وو چې خلق به د عبادت دپاره راټول شوى وى، مونږ کښېناستو او هلته د راغلو ښځو سره مو خبرې وکړې.</verse>
				<verse number="14">په هغوئ کښې د يوې نوم لِديه وو چې د قيمتى کاسنى رنګ جامو سوداګره وه او د تواتيره د ښار اوسېدونکې وه. هغه د خُدائ پاک عبادت کوونکې وه. مالِک د هغې زړۀ پرانستو او هغې د پولوس کلام قبول کړو.</verse>
				<verse number="15">کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.</verse>
				<verse number="16">مونږ يوه ورځ چې عبادتخانې ته روان وُو نو يوه نوکره مو وليدله چې پرې د غېب عالم روح ناست وو او هغې خپلو مالِکانو ته د فال کتو په ذريعه ډيرې پېسې ګټلې.</verse>
				<verse number="17">هغه نوکره پولوس او مونږ پسې راروانه وه او چغې يې وهلې، ”دا د خُدائ تعالىٰ غلامان دى او تاسو ته د خلاصون لار ښائى.“</verse>
				<verse number="18">هغې دا وينا ډيرې ورځې وکړه خو آخر پولوس تنګ شو. هغۀ هغه روح ته مخ راواړولو او ورته يې ووئيل چې، ”زۀ تا ته حُکم درکوم چې د عيسىٰ مسيح په نوم د دې نه بهر شه.“ او هغه په هغه ځائ د هغې نه راووتو.</verse>
				<verse number="19">خو کله چې د جينۍ مالِکانو وکتل چې د دوئ د ګټې اُميد ختم شو نو هغوئ پولوس او سيلاس ونيول او په بازار کښې يې په راښکلو حاکمانو ته راوستل.</verse>
				<verse number="20">چې کله يې هغوئ د منصفانو په وړاندې پېش کړل نو هغوئ ووئيل چې، ”دا کسان زمونږ په ښار کښې ګړبړ جوړوى او يهوديان هم دى.</verse>
				<verse number="21">دوئ د هغه رسمونو تعليم ورکوى کوم چې مونږ روميانو ته منل او عمل پرې کول روا نۀ دى.“</verse>
				<verse number="22">ګڼه هغوئ سره په پولوس او سيلاس باندې د حملې کولو دپاره يو ځائ شوه او منصفانو حکم وکړو چې د دوئ جامې وباسئ او په کوتکونو يې ووهئ.</verse>
				<verse number="23">د ښۀ وهلو ټکولو نه پس يې هغوئ په قېدخانې کښې واچول او د جيل مشر ته يې حکم وکړو چې په هغوئ سخت نظر ساتى چې ونۀ تښتى.</verse>
				<verse number="24">د دې حکم په مطابق هغۀ هغوئ د قېدخانې په دننه حِصه کښې واچول او د هغوئ پښو ته يې زولنۍ واچولې.</verse>
				<verse number="25">خو په نيمه شپه کښې پولوس او سيلاس دُعا کوله او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله او نورو قېديانو ورته غوږ اېښے وو،</verse>
				<verse number="26">چې ناګهانه داسې سخته زلزله راغله چې د قېدخانې بنيادونه يې وخوځول. او سمدستى ټولې دروازې کولاو شوې او د ټولو قېديانو زولنۍ پرانستے شوې.</verse>
				<verse number="27">کله چې د جيل مشر راويښ شو او د قېدخانې دروازې يې کولاو وليدلې نو دا خيال يې وکړو چې قېديان به تښتېدلى وى، نو هغۀ خپله تُوره راوويسته نو چې څنګه يې خپل ځان وژلو.</verse>
				<verse number="28">خو پولوس تېزه چغه ورکړه چې، ”ځان ته نقصان مۀ رسوه ځکه چې مونږ ټول دلته يُو.“</verse>
				<verse number="29">نو د جيل مشر ډيوه راوغوښته، ورمنډه يې کړه او په رپېدو د پولوس او سيلاس په وړاندې پرېوتو.</verse>
				<verse number="30">بيا هغۀ هغوئ بهر راوويستل او وې وئيل چې، ”اے صاحبانو، زۀ څۀ وکړم چې خلاصون حاصل کړم؟“</verse>
				<verse number="31">هغوئ جواب ورکړو چې، ”په مالِک عيسىٰ باندې ايمان راوړه نو تۀ او ستا خاندان به خلاصون حاصل کړى.“</verse>
				<verse number="32">بيا هغوئ د مالِک کلام هغۀ ته او د هغۀ د کور ټولو خلقو ته واورولو.</verse>
				<verse number="33">د شپې په هم هغه وخت د جيل مشر هغوئ ځان سره بوتلل او زخمونه يې ورله ووينځل، نو په هم هغه ساعت هغوئ بيا هغۀ ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړه.</verse>
				<verse number="34">هغۀ هغوئ خپل کور ته راوستل او خوراک يې ورته کېښودو او هغه سره د خپله ټوله خاندانه ډېر خوشحاله شو ځکه چې هغوئ په خُدائ پاک ايمان راوړے وو.</verse>
				<verse number="35">نو سحر وختى منصفانو آفسران د دې حکم سره ورولېږل چې، ”هغه کسان پرېږدئ چې لاړ شى.“</verse>
				<verse number="36">نو د جيل مشر پولوس ته دا خبر ورکړو او وئ وئيل چې، ”منصفانو دا خبر رالېږلے دے چې تۀ او سيلاس دې آزاد کړے شى، نو اوس راوځئ او په خير لاړ شئ.“</verse>
				<verse number="37">خو پولوس آفسرانو ته ووئيل چې، ”باوجود د دې چې مونږ سره د روم شهريت دے خو هغوئ مونږ د خلقو په وړاندې بې‌ګناه بې‌خطا ووهلو. او مونږ يې قېد کړو او اوس مو په پټه وباسى څۀ؟ بلکل نه، هغوئ دې په خپله راشى او مونږ دې بهر کړى.“</verse>
				<verse number="38">آفسرانو د دوئ دا خبره منصفانو ته ورسوله. کله چې هغوئ دا واورېدل چې پولوس او سيلاس سره د روم شهريت دے نو يرې واخستل</verse>
				<verse number="39">او راغلل او معافى يې ورنه وغوښته، او هغوئ يې رابهر کړل او مِنت يې ورته وکړو چې د ښار نه لاړ شئ.</verse>
				<verse number="40">د قېدخانې نه وروستو هغوئ د لِديه کور ته لاړل او هلته د ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مِلاو شول او هغوئ ته يې ډاډګيرنه ورکړه او بيا ترې رُخصت شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">بيا پولوس او سيلاس په امفيپوليس او په اپولونيه تير شول او تِسالونيکيه ته راغلل چرته چې د يهوديانو عبادتخانه وه.</verse>
				<verse number="2">او پولوس د خپل عادت په مطابق د هغوئ عبادتخانې ته تلو او درې هفتې د هر سبت په ورځ د هغوئ سره د صحيفو نه بحث مباحثه کوله.</verse>
				<verse number="3">او دا يې ورته تشريح او ثابت کړل چې مسيح به خامخا تکليفونه زغمى او د مړو نه به بيا ژوندے راپاڅى. او هغۀ ووئيل چې، ”کوم عيسىٰ چې زۀ تاسو ته بيانوم، هم هغه مسيح دے.“</verse>
				<verse number="4">په هغوئ کښې ځينې راضى شول او د پولوس او سيلاس سره ملګرى شول او دغه شان د دې ديندارو يونانيانو يو څو عزتمندې ښځې هم راضى شوې.</verse>
				<verse number="5">خو يهوديانو د حسد له کبله د څۀ بازارى بدمعاشانو په مدد، جلوس راوويستو او په ښار کښې يې اله ګوله جوړه کړه. هغوئ د ياسون کور راګېر کړو چې پولوس او سيلاس ولټوى او د خلقو ګڼې ته يې راوباسى.</verse>
				<verse number="6">خو چې هغوئ يې ونۀ موندل نو ياسون او ځينې نور ايمانداران يې د ښار منصفانو ته په زور راوستل او دا چغې يې وهلې چې، ”هم دې کسانو ټوله دُنيا په عذاب اخته کړې ده او اوس زمونږ ښار هم په عذابوى،</verse>
				<verse number="7">او ياسون هغوئ د ځان سره دېره کړى دى. هغوئ د قيصر ټول قانون د پښو لاندې کړے دے او دا وائى چې دلته يو بل بادشاه دے چې نوم يې عيسىٰ دے.“</verse>
				<verse number="8">کله چې خلقو او د ښار منصفانو دا واورېدل نو وارخطا شول.</verse>
				<verse number="9">نو هغوئ د ياسون او نورو نه ضمانت واخستلو او پرې يې ښودل.</verse>
				<verse number="10">په هم هغه شپه ايماندارانو وروڼو پولوس او سيلاس بيريه ته ولېږل. کله چې هغوئ راورسېدل نو د يهوديانو عبادتخانې ته لاړل.</verse>
				<verse number="11">دا يهوديان د تِسالونيکيه د يهوديانو په نسبت آزاد خياله وو، ځکه چې هغوئ کلام ډېر په اخلاص قبول کړے وو او هره ورځ به يې د صحيفو په لوستلو غور کولو ترڅو په دې پوهه شى چې د هغوئ تعليم صحيح دے او کۀ نه.</verse>
				<verse number="12">نو په دې وجه په هغوئ کښې ډېرو ايمان راوړو او ورسره څۀ يونانيانې عزتمندې ښځې او سړى هم ملګرى شُو.</verse>
				<verse number="13">خو چې د تِسالونيکيه يهوديانو ته دا پته ولګېده چې پولوس په بيريه کښې هم د خُدائ پاک کلام بيانوى نو هغوئ هلته هم راغلل چې ګڼه د هغوئ خلاف ولمسوى او را وې پاروى.</verse>
				<verse number="14">نو ايماندارانو وروڼو پولوس سمدستى ښکته ساحل ته ولېږلو. خو سيلاس او تيموتيوس دواړه وروستو پاتې شول.</verse>
				<verse number="15">هغه کسان چې د پولوس د لارې ملګرى وُو نو هغه يې اتينيه ته راوستو او په واپسۍ کښې يې سيلاس او تيموتيوس ته دا پېغام ورکړو، څومره زر چې کېدے شى ما ته خپل ځان راورسوئ.</verse>
				<verse number="16">بيا چې پولوس په اتينيه کښې د هغوئ په اِنتظار وو نو زړۀ يې ډېر غمژن شو چې ښار يې له بُتانو نه ډک وليدلو.</verse>
				<verse number="17">نو هغۀ به په عبادتخانه کښې د يهوديانو او دينداره يونانيانو سره بحثونه کول او دغسې به يې په بازارونو کښې هره ورځ هغوئ سره کول څوک چې به هلته وُو.</verse>
				<verse number="18">ځينې اِپيکورى او ستُوئيکى فلسفيانو هم ورسره بحث وکړو او ځينو ووئيل چې، ”دا بکواس کولو والا څۀ وئيل غواړى؟“ او نورو ووئيل چې، ”داسې لګى چې دے د غېرو معبودانو بيان کوى.“ او دا يې ځکه ووئيل چې هغۀ د عيسىٰ او د قيامت په حقله زيرے اورولو.</verse>
				<verse number="19">نو هغوئ هغه ونيولو او اريوپاګوس دربار ته يې راوستو او ورته يې ووئيل چې، ”دا نوے تعليم کوم چې تۀ ورکوې، مونږ په دې پوهولے شې څۀ؟</verse>
				<verse number="20">مونږ ته تۀ څۀ عجيبه بيانونه رارسوې، خو مونږ په دې ځان پوهول غواړو چې د دې مطلب څۀ دے.“</verse>
				<verse number="21">نو په هغه وخت کښې اتينيانو او د هغه ځائ بهرنى خلقو سره په نوې سوچونو باندې د تاويلو ماويلو نه بغېر بله مشغولا نۀ وه.</verse>
				<verse number="22">نو بيا پولوس د اريوپاګوس د دربار په وړاندې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے اتينيانو، زۀ وينم چې تاسو په هر لحاظ ډېر سرګرم ايمانداران يئ.</verse>
				<verse number="23">ځکه هر کله چې زۀ په ښار کښې وګرځېدم او ما ستاسو د عبادت د څيزونو ننداره په غور سره وکړه نو ما د نورو څيزونو سره يوه قربان‌ګاه وليدله چې دا پرې ليکلے شوى وُو چې، د نامعلومه خُدائ پاک دپاره. تاسو چې د کوم څيز د نامعلوم په طور عبادت کوئ، هم دغه څيز زۀ درته بيانوم.</verse>
				<verse number="24">هغه خُدائ پاک چې دُنيا يې پېدا کړه او په کښې يې هر څيز هم پېدا کړل، څوک چې د آسمان او د زمکې مالِک دے هغه د بنى آدمو د لاس جوړو شوو زيارتونو کښې نۀ اوسيږى.</verse>
				<verse number="25">نۀ د بنى آدم لاس د هغۀ خِدمت کولے شى او نۀ هغه د بنى آدم د څۀ څيز محتاج دے، بلکې هغه په خپله ټولو بنى آدمو له ژوند، ساه او هر څۀ ورکوى.</verse>
				<verse number="26">هغۀ د دُنيا ټول قومونه چې د دُنيا په مخ اوسيږى د يو انسان نه پېدا کړى دى. هغۀ د هغوئ ميعادونه او د اوسېدو حدونه مقرر کړل.</verse>
				<verse number="27">نو د هغۀ غرض دا وو چې دوئ د خُدائ پاک لټون وکړى او کېدے شى چې په لټولو يې بيامومئ. بې‌شکه چې هغه زمونږ د چا نه هم لرې نۀ دے.</verse>
				<verse number="28">ځکه چې په هغۀ کښې زمونږ ژوندون، حرکت او وجود دے. لکه څنګه چې ستاسو خپلو ځينو شاعرانو وئيلى دى، مونږ هم د هغۀ د نسل نه يُو.</verse>
				<verse number="29">نو چې مونږ د خُدائ پاک اولاد يُو نو بيا مونږ ته دا سوچ کول مناسب نۀ دى چې د خُدائ ذات لکه د سرو زرو، د سپينو زرو يا د کاڼى د بُت په شان وګڼو چې بنى آدم په خپله پوهه او هُنر سره جوړ کړى وى.</verse>
				<verse number="30">په تير وختونو کښې خُدائ پاک دا جهالت نظر انداز کړے وو خو اوس هغه هر چرته ټولو بنى آدمو له حُکم ورکوى چې توبه ګار شى.</verse>
				<verse number="31">ځکه چې هغۀ يوه ورځ مقرره کړې ده په کومه چې به هغه د دُنيا عدالت په صداقت سره د يو سړى په وسيله وکړى کوم چې هغۀ غوره کړے دے، او ټولو ته د دې ثبوت ورکولو دپاره چې هغه څوک دے چې د مړو نه يې بيا راژوندے کړو.“</verse>
				<verse number="32">کله چې هغوئ د مړو نه د بيا راژوندى کولو خبرې واورېدلې نو ځينو ورپورې ټوقې شروع کړې خو نورو ورته ووئيل چې، ”په دې حقله به مونږ تا نه بيا خبرې واورو.“</verse>
				<verse number="33">نو دغه شان پولوس د خلقو د مينځ نه ووتو.</verse>
				<verse number="34">خو يو څو کسان ورسره شول او ايمان يې راوړو چې په هغوئ کښې يو ديونيسيوس د اريوپاګوس د دربار کس وو او ورسره دمريس نومې يوه ښځه او ځينې نور کسان هم وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">د دې نه پس پولوس د اتينيه نه روان شو او کورنتوس ته لاړو.</verse>
				<verse number="2">هلته هغه اکوله نومې يهودى سره مِلاو شو چې د اصل نه د پونطوس وو او د ښځې نوم يې پرسکله وه. هغه تازه تازه د اِټلى نه راغلے وو ځکه چې کلوديوس ټولو يهوديانو ته حُکم ورکړے وو چې د روم نه ووځئ. پولوس هغوئ سره د مِلاوېدو دپاره ورغلو.</verse>
				<verse number="3">پولوس هلته ورسره اوسېدلو او دوئ سره يې يو ځائ کار کولو ځکه چې د دوئ هم د هغۀ په شان د تمبوانو جوړولو کسب وو.</verse>
				<verse number="4">هغۀ به د هر سبت په ورځ د يهوديانو په عبادتخانې کښې بحث مباحثه کوله او د هغۀ کوشش دا وو چې يهوديان او يونانيان خپل ځان ته راواړوى.</verse>
				<verse number="5">کله چې سيلاس او تيموتيوس د مِکدونيه نه راورسېدل نو پولوس خپل ځان په پوره توګه د تعليم دپاره وقف کړو او يهوديانو ته يې دا ګواهى ورکړه چې عيسىٰ هم مسيح دے.</verse>
				<verse number="6">خو چې کله يې هغوئ مخالفت وکړو او بدرد يې ورته ووئيل نو هغۀ احتجاجاً خپلې جامې وڅنډلې او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ستاسو خون ستاسو په غاړه، زۀ ترې پاک يم. اوس به زۀ غېر‌يهوديانو ته لاړ شم.“</verse>
				<verse number="7">بيا هغه د عبادتخانې نه روان شو او د تيطيوس يوستوس نومې سړى کور ته لاړو چې د خُدائ پاک عبادت کوونکے وو او کور يې د عبادتخانې سره نزدې وو.</verse>
				<verse number="8">کرسپوس چې د عبادتخانې مشر وو سره د خپل مکمل خاندان په مالِک ايمان راوړو، او ډېرو کورنتيانو چا چې د پولوس تعليم واورېدو ايمان يې راوړو او بپتسمه ورته ورکړے شوه.</verse>
				<verse number="9">يوه شپه پولوس ته مالِک په رويا کښې وفرمائيل چې، ”يرېږه مه، خپل تبليغ جارى ساته او خاموشه کېږه مه،</verse>
				<verse number="10">ځکه چې زۀ درسره يم. او هيڅوک به درباندې د نقصان رسولو دپاره حمله ونۀ کړى ځکه چې په دې ښار کښې ډېر خلق داسې دى چې زما دى.“</verse>
				<verse number="11">نو هغه هلته يو کال او شپږ مياشتې پاتې شو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د کلام تعليم ورکولو.</verse>
				<verse number="12">خو چې کله ګليو د اخيه حاکِم شو نو يهوديانو په شريکه په پولوس حمله وکړه او هغه يې عدالت ته پېش کړو.</verse>
				<verse number="13">هغوئ ووئيل چې، ”دغه سړے په داسې طريقه خلق د خُدائ پاک عبادت ته راړوى چې د شريعت خلاف ده.“</verse>
				<verse number="14">څنګه چې پولوس جواب ورکولو نو په دې کښې ګليو يهوديانو ته ووئيل چې، ”کۀ چرې دا خبره د جرم يا د سخت شرارت وى نو يهوديانو، ما به ستاسو شکايت مناسب ګڼلے وو.</verse>
				<verse number="15">خو چې دا ستاسو د لفظونو، نومونو او د يهودى شريعت خبره ده، نو بيا تاسو په خپله ورسره پوهه شئ، زۀ د داسې مسئلو منصف جوړېدل نۀ غواړم.“</verse>
				<verse number="16">او هغۀ هغوئ د عدالت نه وشړل.</verse>
				<verse number="17">بيا هغوئ ټولو سوستينس راونيولو څوک چې د عبادتخانې سردار وو او هغه يې د عدالت په وړاندې ووهلو. خو ګليو په دې کار هيڅ غوږ ونۀ ګرولو.</verse>
				<verse number="18">پولوس د څۀ وخت دپاره هلته پاتې شو، بيا يې ايماندارانو وروڼو نه رُخصت واخستو او په سمندرى جهاز کښې شام ته روان شو او ورسره پرسکله او اکوله هم وُو. نو په کِنخريه کښې هغۀ خپل سر وخرېلو ځکه چې هغۀ منښته کړې وه.</verse>
				<verse number="19">کله چې هغوئ اِفِسوس ته ورسېدل نو پولوس پرسکله او اکوله هلته پرېښودل. خو کله چې هغه هلته وو نو په عبادتخانه کښې يې د يهوديانو سره مناظره وکړه.</verse>
				<verse number="20">هغوئ ورته د زيات وخت دپاره د پاتې کېدو خواست وکړو خو هغۀ اِنکار وکړو.</verse>
				<verse number="21">خو د اِفِسوس د خلقو نه يې په دې خبره رُخصت واخستلو چې، ”کۀ د خُدائ پاک رضا وى نو زۀ به بيا واپس تاسو له راشم.“ بيا هغه د هغوئ نه لاړو.</verse>
				<verse number="22">کله چې هغه په قيصريه کښې د جهاز نه کوز شو نو هغه يروشلم ته لاړو او د جماعت د خلقو سره مِلاو شو او بيا اَنطاکيه ته واپس شو.</verse>
				<verse number="23">هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس هغه په سفر روان شو او د ګلتيه او فروګيه په مُلک کښې وګرځېدو او ټولو مريدانو ته يې ډاډ ورکړو.</verse>
				<verse number="24">نو اپولوس نومې يو يهودى چې د اسکندريه اوسېدونکے وو، اِفِسوس ته راغلو. او د هغۀ خبرې ډيرې خوږې وې او د کِتابِ مقدس تکړه عالم وو.</verse>
				<verse number="25">هغۀ د مالِک خُدائ د لارې تعليم حاصل کړے وو او په روحانى جوش سره يې خبرې کولې او د عيسىٰ په حقله يې صحيح تعليم ورکولو. اګر کۀ هغه صرف د يحيىٰ د بپتسمې نه واقف وو.</verse>
				<verse number="26">هغۀ په عبادتخانې کښې په زړۀ ورتيا سره خبرې شروع کړې. خو چې کله پرسکله او اکوله د هغۀ خبرې واورېدلې نو هغوئ هغه يو طرف ته کړو او د خُدائ پاک لار يې ورته په صحيح تفصيل سره بيان کړه.</verse>
				<verse number="27">او چې اپولوس وغوښتل چې اخيه ته پورې وځى نو ايماندارانو هغۀ ته د تلو ډاډ ورکړو او مريدانو ته يې وليکل چې د هغۀ هرکلے وکړى. نو چې هغه هلته ورسېدو نو هغۀ د هغه چا دپاره چې د خُدائ پاک په فضل يې ايمان راوړى د لوئ ښېګړې سبب شو.</verse>
				<verse number="28">ځکه چې هغۀ په مناظره کښې په ډېرو دليلونو سره يهوديان لاجوابه کړل او د کِتاب مقدس نه يې دا ثابته کړه چې عيسىٰ هم مسيح دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">څۀ وخت چې اپولوس په کورنتوس کښې وو نو پولوس په دنننو علاقو کښې وګرځېدو او اِفِسوس ته راغلو. هلته هغۀ څو مريدان وليدل،</verse>
				<verse number="2">هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”د ايمان راوړلو په موقع په تاسو روحُ القُدس نازل شوے وو؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه، مونږ ته خو دا پته هم نشته چې روحُ القُدس څۀ څيز دے.“</verse>
				<verse number="3">بيا پولوس ووئيل چې، ”تاسو ته د څۀ بپتسمه درکړے شوې وه؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د يحيىٰ بپتسمه.“</verse>
				<verse number="4">پولوس ورته ووئيل چې، ”د يحيىٰ بپتسمه خو د توبې بپتسمه وه. هغۀ خلقو ته وئيل چې په هغه چا ايمان راوړئ څوک چې زما نه پس راتلونکے دے، او هغه عيسىٰ دے.“</verse>
				<verse number="5">په دې اورېدو هغوئ ته د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه.</verse>
				<verse number="6">کله چې پولوس خپل لاسونه د هغوئ په سر کېښودل نو په هغوئ روحُ القُدس نازل شو او هغوئ په غېر ژبو خبرې شروع کړې او پېشګويانې يې کولې.</verse>
				<verse number="7">هلته هغوئ ټول تقريباً دولس کسان وُو.</verse>
				<verse number="8">تر درېو مياشتو پورې پولوس عبادتخانې ته تلو او په زړۀ ورتيا به يې خبرې کولې او خلق يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله قائلول.</verse>
				<verse number="9">خو ځينى ډېر ضدناک وُو او ايمان راوړلو نه يې اِنکار وکړو او د جماعت په وړاندې يې د خُدائ پاک لارې ته بدرد وئيل. نو پولوس هغوئ نه لاړو او خپل مريدان يې د ځان سره بوتلل او هره ورځ به يې د تورنوس په سکول هال کښې بحث کولو.</verse>
				<verse number="10">تر دوو کالو پورې دا کار روان وو او داسې د آسيه د صوبې ټولو اوسېدونکو يهوديانو او يونانيانو دواړو د مالِک کلام واورېدو.</verse>
				<verse number="11">خُدائ پاک د پولوس په وسيله لوئې لوئې معجزې وکړې،</verse>
				<verse number="12">تر دې چې خلقو به خپل رومالونه او پېش بندونه د پولوس د بدن سره لګول او هغه به يې په بيمارانو راښکل نو هغوئ به د رنځونو نه رغېدل او پيريان به د هغوئ نه تښتېدل.</verse>
				<verse number="13">بيا ځينې دم آچوونکى يهوديان چې سيلانيان وُو نو هغوئ به هم د پيريانو د ايستلو دپاره د مالِک عيسىٰ نوم دغه شان استعمالولو. هغوئ به وئيل چې، ”تاسو ته د هغه عيسىٰ په نوم حکم درکوو چې پولوس يې بيانوى رابهر شئ.“</verse>
				<verse number="14">د سکيوا نومې يهودى مشر اِمام اووۀ زامنو هم دا کار کولو.</verse>
				<verse number="15">خو پيريانو جواب ورکړو او وې وئيل چې، ”زۀ عيسىٰ پېژنم او پولوس هم پېژنم، خو تاسو څوک يئ؟“</verse>
				<verse number="16">بيا هغه پيريانو نيولى سړى په هغوئ ورټوپ کړو او ټول يې رالاندې کړل او داسې يې وټکول چې هغوئ د هغۀ کور نه بربنډ او ژوبل شوى وتښتېدل.</verse>
				<verse number="17">کله چې په اِفِسوس کښې د دې خبرې ټولو يهوديانو او يونانيانو ته پته ولګېده نو په هغوئ ټولو يره راغله او د مالِک عيسىٰ د نوم لوئى يې بيان کړه.</verse>
				<verse number="18">ډېرو کسانو چې ايمان يې راوړے وو، رامخکښې شول او په خپله يې دا اِقرار وکړُو چې هغوئ جادوګرى کوله.</verse>
				<verse number="19">ډېرو هغه جادوګرو چا چې جادوګرى کوله خپل کتابونه يې راټول کړل او د خلقو په وړاندې يې وسوزول. کله چې د دې کتابونو د قيمت اندازه ولګولے شوه، نو دا د پنځوسو د سپينو زرو د سيکو وو.</verse>
				<verse number="20">دغه شان د مالِک کلام ډېر خور او مضبوط شو.</verse>
				<verse number="21">نو د دې نه پس پولوس د روحُ القُدس په هدايت دا فېصله وکړه چې مِکدونيه او اخيه ته لاړ شى او بيا يروشلم ته لاړ شى، او بيا هغۀ ووئيل چې، ”هلته د تلو نه وروستو ما ته په کار دى چې زۀ ضرور د روم ښار وګورم.“</verse>
				<verse number="22">نو هغۀ خپل دوه مدد کوونکى تيموتيوس او اِراستوس مِکدونيه ته ولېږل او په دې دوران کښې هغه په خپله د څۀ وخت دپاره د آسيه په صُوبه کښې پاتې شو.</verse>
				<verse number="23">هم په دې دوران کښې د خُدائ پاک د لارې په وجه سخت تکليف جوړ شو.</verse>
				<verse number="24">هلته ديميتريوس نومې يو زرګر وو چا به چې د ارتِميسې د زيارت د سپينو زرو نمونې جوړولې او د ډېرو کاريګرو پرې ښۀ روزګار روان وو.</verse>
				<verse number="25">هغۀ هغوئ سره د دې روزګار نور کاريګر او تاجران هم راغونډ کړل او وئ وئيل چې، ”اے وروڼو، تاسو ته ښۀ پته ده چې زمونږ ټول آمدن هم د دې تجارت نه دے.</verse>
				<verse number="26">خو تاسو ګورئ او اورئ چې دې سړى پولوس په خپلو خبرو ګڼ خلق، نۀ صرف په اِفِسوس کښې بلکې په ټوله آسيه کښې واړول، په دې وينا سره چې د بنى آدم د لاس جوړ شوى خُدايان هډو خُدايان نۀ دى.</verse>
				<verse number="27">دلته صرف دا خطره نۀ ده چې زمونږ کاروبار به بې‌قدره شى بلکې د ارتِميسې زيارت به هيڅ څيز هم ونۀ ګڼلے شى او د لوئ خُدائ ارتِميس هغه شان او شوکت به ختم شى چې ټولې آسيه او دُنيا به يې عبادت کولو.“</verse>
				<verse number="28">کله چې هغوئ دا خبرې واورېدلې نو هغوئ په غصه شول او شور يې جوړ کړو چې، ”د اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده.“</verse>
				<verse number="29">نو ټول ښار ګډ‌وډ شو او هغوئ د پولوس د سفر ملګرى، د مِکدونيه اوسېدونکى ګايوس او اريسترخوس ونيول او د تماشې ځائ ته يې راوستل.</verse>
				<verse number="30">پولوس هغه ګڼې ته تلل غوښتل خو مريدانو پرې نۀ ښودو.</verse>
				<verse number="31">تر دې چې د آسيه د صوبې مشرانو چې د پولوس دوستان وُو، هغۀ ته منت وکړو چې، ”د تماشې ځائ ته لاړ نۀ شې.“</verse>
				<verse number="32">په دې دوران کښې په چغو سورو کښې به چا څۀ وئيل او چا څۀ ځکه چې ټوله غونډه ګډه وډه وه او ډېر په دې خبر هم نۀ وُو چې هغوئ د څۀ دپاره راجمع شوى دى.</verse>
				<verse number="33">خو په غونډه کښې د ځينو کسانو دا خيال وو چې سکندر قصوروار دے ځکه چې يهوديانو هغه وړاندې راديکه کړو. او سکندر خلقو ته د خاموشۍ اِشاره وکړه او د ګڼې په وړاندې يې د خپلې دفاع کولو کوشش وکړو.</verse>
				<verse number="34">خو کله چې هغوئ وپېژندو چې هغه يهودى دے نو تقريباً تر دوو ګينټو هغوئ ټولو يوه چغه ويستله چې، ”د اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده.“</verse>
				<verse number="35">خو د ښار ناظم اعلىٰ ګڼه چپ کړه. هغۀ ووئيل چې، ”اے د اِفِسوس خلقو، څوک دى چې ورته دا پته نۀ وى چې زمونږ د اِفِسوس ښار د لوئ ارتِميسې د زيارت او د هغې يو مقدس کاڼے چې د آسمان نه راپرېوتے دے.</verse>
				<verse number="36">نو چې د دې څيزونو نه اِنکار نۀ شى کېدے، نو تاسو له په کار دى چې خاموشه شئ او په تادۍ کښې څۀ غلطى ونۀ کړئ.</verse>
				<verse number="37">دا کسان چې تاسو دلته راوستى دى، نۀ خو دوئ د زيارت غلۀ دى او نۀ يې زمونږ د ديوى ګستاخى کړې ده.</verse>
				<verse number="38">په دې وجه کۀ چرې ديميتريوس او د هغۀ کسبګرو سره د چا خلاف شکايت وى نو عدالتونه کولاو دى او منصفان هم په کښې دى، پرېږدئ چې دواړه په خپلو کښې د يو بل خلاف شکايت وکړى.</verse>
				<verse number="39">خو کۀ تاسو بله کومه معامله راوړاندې کوئ نو د هغې فېصله به په قانونى مجلس کښې وشى.</verse>
				<verse number="40">مونږ د نننۍ شور شرابې په حق کښې د شکايت يره په ځان ومنله ځکه چې دا بې‌مقصده وه او مونږ سره د حکومت دپاره هيڅ جواب نشته.“</verse>
				<verse number="41">کله چې ناظم اعلىٰ دا خبره وکړه نو هغه ګڼه رُخصت شوه.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">هر کله چې اله ګوله ختمه شوه نو پولوس په مريدانو پسې خبر ولېږلو او د ډاډګيرنې نه پس يې ترې رُخصت واخستو او مِکدونيه ته لاړو.</verse>
				<verse number="2">کله چې هغۀ په هغه علاقو کښې سفر کولو نو ايماندارانو له يې ډاډګيرنه ورکوله او هغه بيا يونان ته راغلو،</verse>
				<verse number="3">چرته چې هغۀ درې مياشتې تېرې کړې. هغه شام ته په سمندرى جهاز کښې تلو چې يهوديانو د هغۀ خلاف يو سازش جوړ کړو نو هغۀ دا فېصله وکړه چې د مِکدونيه په لاره واپس لاړ شى.</verse>
				<verse number="4">هغۀ سره د پرحوس زوئ سوپترس د بيريه نه، اريسترخوس او سکندس د تِسالونيکيه نه، ګايوس د دِربے نه، تيموتيوس، او ورسره تخيکوس او تروفيموس د آسيه نه، په سفر کښې ملګرى وُو.</verse>
				<verse number="5">هغوئ مخکښې لاړل او په ترواس کښې يې زمونږ اِنتظار کولو.</verse>
				<verse number="6">خو د پتيرې روټۍ د اختر نه وروستو مونږ د فيليپى نه په سمندرى جهاز کښې روان شُو او په پينځو ورځو کښې مونږ د هغوئ سره په ترواس کښې يو ځائ شُو او هلته مونږ يوه هفته تيره کړه.</verse>
				<verse number="7">د هفتې په اوله ورځ مونږ د روټۍ دپاره راغونډ شوى وُو. پولوس خلقو ته بيان شروع کړو ځکه چې بله ورځ هغۀ غوښتل چې لاړ شى، نو تر نيمې شپې پورې يې خبرې وکړې.</verse>
				<verse number="8">هلته پاس په بالاخانه کښې چرته چې مونږ راجمع وُو ډيرې ډيوې بلې شوې وې.</verse>
				<verse number="9">يو زلمے چې يوتخوس نوم يې وو، په کړکۍ کښې ناست وو. د پولوس د خبرو په اوږدېدو سره خوب ورله جوټه ورکړه، او چې خوب يوړو نو د درېم چت نه ښکته زمکې ته پرېوتو. چې راوچت يې کړو نو هغه بيا مړ شوے وو.</verse>
				<verse number="10">خو پولوس ښکته ورکوز شو او هغه يې په غېږ کښې راوچت کړو او وې وئيل، ”مۀ يرېږئ، تر اوسه پورې ژوندے دے.“</verse>
				<verse number="11">بيا پولوس بالاخانې ته وختلو، او د عشاء ربانى د روټۍ ماتولو نه وروستو يې د هغوئ سره تر سحره پورې خبرې وکړې او بيا هغه رُخصت شو.</verse>
				<verse number="12">بيا هغوئ هغه زلمے خپل کور ته ژوندے بوتلو او هغوئ ټول بيا ښۀ مطمئن وُو.</verse>
				<verse number="13">نو مونږ مخکښې لاړو او په سمندرى جهاز کښې سوارۀ شُو او اَسوس ته روان شُو، هلته نه پولوس هم جهاز ته راختونکے وو. ځکه چې هغۀ دا بندوبست او نيت کړے وو چې د وچې د لارې نه به لاړ شى.</verse>
				<verse number="14">کله چې هغه مونږ سره په اَسوس کښې يو ځائ شُو نو مونږ هغه په جهاز کښې سور کړو او ميتيلينے ته يو ځائ لاړو.</verse>
				<verse number="15">په هغه ورځ مونږ د هغه ځايه روان شُو او د خيوس جزيرې نه تير شُو. او په بله ورځ مونږ ساموس ته ورسېدو او په بل سبا مونږ ميليتوس ته ورسېدو.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې پولوس دا فېصله کړې وه چې د اِفِسوس نه واوړى نو هغه به د آسيه په علاقه کښې د وخت تېرولو نه بچ شى، هغۀ غوښتل چې څنګه هم کېدے شى چې د پنځوسمې اختر په يروشلم کښې تير کړى.</verse>
				<verse number="17">نو پولوس د ميليتوس نه اِفِسوس ته خبر ولېږلو او د جماعت مشران يې راوبلل چې هغۀ سره مِلاو شى.</verse>
				<verse number="18">کله چې هغوئ ورله راغلل هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ته ښۀ پته ده چې د کومې ورځې نه چې ما د آسيه په زمکه اول قدم کېښودو نو ما تاسو سره څنګه وخت تير کړو.</verse>
				<verse number="19">ما پوره په عاجزۍ او ژړا سره د مالِک خِدمت وکړو او د يهوديانو سازشونه او آزمېښتونه چې په ما راغلل هغه مې وزغمل.</verse>
				<verse number="20">تاسو ته پته ده چې ما هيڅ څيز هم چې ستاسو د ښېګړې دپاره وو، پټ ونۀ ساتلو، بلکې ما تاسو ته د خلقو په وړاندې او کور په کور تعليم درکړے دے.</verse>
				<verse number="21">ما يهوديانو او يونانيانو دواړو ته ګواهى ورکړه چې د خُدائ پاک په وړاندې توبه وباسئ او په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړئ.</verse>
				<verse number="22">او اوس د روحُ القُدس د غلام په توګه زۀ يروشلم ته روان يم، او هلته چې څۀ ما ته پېښيږى د هغې نه هيڅ خبر نۀ يم،</verse>
				<verse number="23">خو ما ته روحُ القُدس صرف دا يو خبردارے راکوى چې په هر ښار کښې قېد او تکليفونه ستا انتظار کوى.</verse>
				<verse number="24">خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.</verse>
				<verse number="25">تاسو ټولو او هغه چا ته چې ما د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کړے دے اوس زۀ په دې پوهېږم چې تاسو به کله هم زما مخ بيا ونۀ وينئ.</verse>
				<verse number="26">نو ځکه زۀ نن دا اِعلان کوم چې زما په غاړه د چا د خُون ذمه وارى هم نشته.</verse>
				<verse number="27">ځکه چې ما تاسو ټولو نه د خُدائ پاک مقصد او يوه خبره هم د بيانولو نه، نۀ ده پټه کړې.</verse>
				<verse number="28">د خپل ځان او د هغه ټولې رمې خيال ساتئ کومه چې روحُ القُدس ستاسو په حواله کړې ده او د خُدائ پاک د هغه جماعت شپونتوب وکړئ کوم چې هغۀ د خپل زوئ د وينې په قيمت په بيعه اخستے دے.</verse>
				<verse number="29">ما ته پته ده چې زما د تلو نه پس به په تاسو کښې داړونکى ليوان راشى او رمه به په امان پرې نۀ ږدى.</verse>
				<verse number="30">ستاسو په ډله کښې به هم څۀ خلق داسې راپاڅى چې رښتيا به په دروغو بدل کړى او په دې به مريدان خپل ځان ته راواړوى.</verse>
				<verse number="31">نو په دې وجه خبردار اوسئ، او دا خبره ياد ساتئ چې ما تر درېو کالو پورې شپه او ورځ په تاسو کښې هر يو ته په ژړا انګولا سره تعليم درکړو.</verse>
				<verse number="32">او اوس زۀ تاسو خُدائ پاک او د هغۀ د فضل کلام ته حواله کوم، هغه کلام ته چې تاسو آبادوى او تاسو ته په هغوئ ټولو کښې ميراث درکوى څوک چې پاک دى.</verse>
				<verse number="33">ما د چا نه هم د سپينو زرو او يا د سرو زرو يا د جامو خواهش نۀ دے کړے.</verse>
				<verse number="34">تاسو ټول په خپله ښۀ خبر يئ چې ما په خپلو لاسونو کار کړے دے او د ځان او د خپلو ملګرو حاجتونه مې پوره کړى دى.</verse>
				<verse number="35">په دې هر څۀ کښې ما تاسو ته مثال درکړو چې په دې طريقه مونږ ته په کار دى چې د غريبانانو مدد وکړو او د مالِک عيسىٰ خبرې ياد ساتو چې هغۀ په خپله فرمائيلى دى چې، د اخستو نه په ورکړه کښې برکت ډېر دے.“</verse>
				<verse number="36">کله چې هغۀ خبرې ختمې کړې نو پولوس د هغوئ ټولو سره خُدائ پاک ته په سجده شو او دُعا يې وغوښته.</verse>
				<verse number="37">بيا هغوئ ټولو وژړل او پولوس له يې غاړه ورکړه او ښکل يې کړو.</verse>
				<verse number="38">هغوئ په دې خبره زيات خفه شول چې هغۀ ووئيل چې دوئ به بيا کله هم د هغۀ مخ ونۀ وينى. بيا هغوئ ورسره تر کشتۍ پورې لاړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">کله چې مونږ د هغوئ نه رُخصت شُو او جهاز روان شو، نو مونږ نېغ د قوس جزيرې ته راغلو او په بله ورځ رودوس ته او د هغه ځائ نه پاترا ته لاړُو.</verse>
				<verse number="2">هلته مونږ يوه کشتۍ ولاړه وليده چې فينيکې ته تياره وه. مونږ وروختلو او په هغې کښې مو سفر وکړو.</verse>
				<verse number="3">مونږ په لاره کښې د قبرص جزيره وليده او ترې نه په ګس لاس تير شُو. مونږ شام ته سفر جارى وساتلو او په صور کښې کوز شُو ځکه چې هلته يې د کشتۍ نه سامان کوزولو.</verse>
				<verse number="4">مونږ مريدان وموندل او هلته يوه هفته ورسره ايسار شُو. هغوئ د روحُ القُدس په هدايت پولوس ته ووئيل چې، ”يروشلم ته مۀ ځه.“</verse>
				<verse number="5">نو کله چې زمونږ ورځې پوره شوې نو مونږ له هغه ځائ نه په خپل سفر روان شُو. او هغوئ ټول سره د ښځو او بچو، مونږ سره د ښار نه بهر راووتل او هلته مونږ د سمندر په غاړه په سجده شُو او د خُدائ پاک نه مو دُعا وغوښتله.</verse>
				<verse number="6">بيا مونږ يو بل سره خُدائ په امانى وکړه او مونږ کشتۍ ته وختلو او هغوئ خپل کور ته واپس لاړل.</verse>
				<verse number="7">د صور نه زمونږ سفر جارى وو او بيا مونږ پتوليمَس ته راغلو، او مونږ د ايماندارانو سره مِلاو شُو او د هغوئ سره د يوې ورځې دپاره پاتې شُو.</verse>
				<verse number="8">په بله ورځ مونږ روان شُو او قيصريه ته راغلو، او مونږ د فيليپوس مېلمانۀ شُو چې د زيرى دعوت ورکوونکے وو. او هغه د هغه اوو کسانو نه يو وو څوک چې د خوراک تقسيمولو دپاره غوره کړے شوے وو.</verse>
				<verse number="9">د هغۀ څلور پېغلې لوڼه وې چې نبوت به يې کولو.</verse>
				<verse number="10">مونږ چې هلته يو څو ورځو دپاره ايسار وُو نو د يهوديه نه اګابوس نومې يو نبى راغلو.</verse>
				<verse number="11">هغه مونږ له راغلو، او د پولوس ملابند يې واخستو او په دې يې خپل لاس او پښې وتړل او وې وئيل چې، ”روحُ القُدس دا وائى چې په يروشلم کښې به يهوديان په دې طريقه د دې ملابند مالِک وتړى او هغه به غېر‌يهوديانو ته په حواله کړى.“</verse>
				<verse number="12">مونږ چې دا خبرې واورېدلې نو مونږ او نورو مقامى ايماندارانو پولوس ته منت وکړو چې يروشلم ته لاړ نۀ شى.</verse>
				<verse number="13">خو پولوس جواب ورکړو، ”تاسو ولې ژاړئ او زما زړۀ ماتوئ؟ ځکه چې زۀ نۀ يواځې تړلو ته، بلکې دې ته هم تيار يم چې د مالِک عيسىٰ دپاره په يروشلم کښې شهيد شم.“</verse>
				<verse number="14">بيا چې هغۀ ونۀ منل نو مونږ چُپ پاتې شُو او ومو وئيل چې، ”د مالِک مرضى دې پوره شى.“</verse>
				<verse number="15">مونږ د دې نه پس د تلو بندوبست وکړو او يروشلم ته روان شُو.</verse>
				<verse number="16">د قيصريه نه څۀ مريدان هم مونږ سره راغلل او مونږ يې د مناسون کور ته راوستُو چې د قبرص اوسېدونکے وو او پخوانے مريد وو او مونږ د هغۀ سره پاتې شُو.</verse>
				<verse number="17">کله چې مونږ يروشلم ته راورسېدو ايماندارانو وروڼو راته تود هرکلے ووئيلو.</verse>
				<verse number="18">په بله ورځ پولوس مونږ سره د يعقوب مِلاوېدو له لاړو او ټول مشران هم هلته موجود وُو.</verse>
				<verse number="19">هغوئ سره د مِلاوېدو نه پس پولوس ورته هغه هر څۀ چې خُدائ پاک د هغۀ د خِدمت په وسيله په غېر‌يهوديانو کښې کړى وُو يو يو په تفصيل سره بيان کړل.</verse>
				<verse number="20">کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله. بيا هغوئ پولوس ته ووئيل، ”تۀ ګورې وروره چې په يهوديانو کښې څومره په زرګونو کسانو ايمان راوړے دے او هغوئ ټول د شريعت په حقله ښۀ سرګرم دى.</verse>
				<verse number="21">هغوئ ته ستا په حقله وئيل شوى دى چې تۀ هغه ټولو يهوديانو ته چې په غېر‌يهوديانو کښې اوسى، دا تعليم ورکوې چې د موسىٰ نه راواوړئ. او تۀ هغوئ ته وائې چې خپل بچى مۀ سنتوئ يا زمونږ رِواجونه مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="22">نو مونږ څۀ وکړو؟ هغوئ به يقيناً خبر شوى وى چې تۀ راغلے يې.</verse>
				<verse number="23">نو تۀ هغه څۀ کوه چې مونږ درته وايو. مونږ سره څلور سړى دى چې نذر يې منلے دے.</verse>
				<verse number="24">تۀ دوئ د ځان سره کړه او خپل ځان ورسره پاک کړه، د هغوئ د سرکلى پېسې هم تۀ ورکړه، نو چې دوئ خپل سرونه وخرائى. نو بيا به هر څوک پوهه شى چې ستا په باب کښې وئيلے شوې خبرې رښتيا نۀ دى، بلکې تۀ په خپله هم په شريعت عمل کوې او خيال يې ساتې.</verse>
				<verse number="25">خو ترڅو چې د ايماندار شوو غېر‌يهوديانو خبره ده مونږ هغوئ ته خط ورلېږلے دے چې بُتانو ته د نذر کړې قربانۍ نه، د هغې د وينې او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د زناکارۍ نه ځان ساتئ.“</verse>
				<verse number="26">نو پولوس په بله ورځ هغه څلور سړى د ځان سره بوتلل او د هغوئ سره د ځان پاکولو نه پس هغه د خُدائ کور ته لاړو چې د هغه تاريخ اعلان وکړى په کوم چې د پاکېدو وخت پوره کيږى او د هر يو دپاره به نذرانه ورکړى.</verse>
				<verse number="27">کله چې اووۀ ورځې پوره کېدې نو د آسيه صوبې يهوديانو پولوس د خُدائ په کور کښې وليدلو. هغوئ ټوله ګڼه ولمسوله او هغه يې ونيولو،</verse>
				<verse number="28">او چغې يې کړلې، ”اے بنى اِسرائيلو. زمونږ مدد وکړئ. دا هغه سړے دے چې هر چا ته او هر چرته زمونږ د خلقو او زمونږ د شريعت خلاف تعليم ورکوى او زمونږ د خُدائ د کور بې‌حرمتى کوى. د دې نه لويه خبره دا ده چې هغۀ يونانيان هم د خُدائ کور ته راوستى دى او دا پاک ځائ يې پرې پليت کړے دے.“</verse>
				<verse number="29">ځکه چې هغوئ په ښار کښې مخکښې نه د دۀ سره د اِفِسوس تروفيموس ليدلے وو او دا يې سوچ وو چې پولوس هغه د ځان سره د خُدائ کور ته ننه ايستے دے.</verse>
				<verse number="30">ټول ښار ناقلاره شو او خلق د هر طرف نه په منډه راغلل. هغوئ پولوس ونيولو او د خُدائ د کور نه يې بهر راښکو او سمدستى دروازې بندې شوې.</verse>
				<verse number="31">هغوئ لا د هغۀ د مرګ کوشش کولو چې د پلټنې کمان آفسر ته خبر راغلو چې په ټول يروشلم کښې اله ګوله ده.</verse>
				<verse number="32">هغۀ سمدستى سپاهيان او د هغوئ صوبه داران د ځان سره کړل او په منډه يې د الې ګولې ځائ ته ځان ورسولو. کله چې هغوئ کمان آفسر او سپاهيان وليدل نو د پولوس وهل ټکول يې بند کړل.</verse>
				<verse number="33">کمان آفسر راوړاندې شو، هغه يې ګرفتار کړو او حُکم يې ورکړو چې، ”دوه زولنۍ ورته واچوئ.“ بيا هغۀ تپوس وکړو چې، ”دا څوک دے او دۀ څۀ کړى دى؟“</verse>
				<verse number="34">په ګڼه کښې چا يوه چغه وهله او چا بله. او کله چې هغۀ د الې ګولې په وجه اصل حقيقت معلوم نۀ کړے شو نو حُکم يې ورکړو چې، ”دے قلعې ته دننه کړئ.“</verse>
				<verse number="35">کله چې پولوس پوړو ته ورسېدو نو د ګڼى د غصه کېدو په وجه هغه سپاهيانو په اوږو کړو،</verse>
				<verse number="36">د خلقو ګڼه ورپسې وه او دا چغې يې وهلې چې، ”دے مړ کړئ.“</verse>
				<verse number="37">څنګه چې يې پولوس قلعې ته بوتلو نو هغۀ کمان آفسر ته ووئيل چې، ”زۀ تا ته يوه خبره کولے شم؟“ کمان آفسر ورته ووئيل چې، ”ښه. تا ته يونانى هم درځى؟</verse>
				<verse number="38">نو بيا تۀ هغه مِصرى نۀ يې چا چې څۀ موده مخکښې بغاوت جوړ کړے وو او څلور زره دهشتګرد يې د ځان سره بيابان ته بوتلى وُو؟“</verse>
				<verse number="39">پولوس جواب ورکړو چې، ”زۀ يهودى يم او د کلکيه د ترسس يم، او د دغه اهم ښار مقامى اوسېدونکے يم. ما ته اجازت راکړه چې دې خلقو ته خبرې وکړم.“</verse>
				<verse number="40">کله چې هغۀ ورله اجازت ورکړو نو پولوس په پوړو ودرېدو او خلقو ته يې د چپ کېدو اِشاره وکړه. او کله چې خلق غلى شول نو هغۀ ورته په عبرانۍ ژبه کښې تقرير وکړو او وې وئيل چې،</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">”اے مشرانو او کشرانو، غوږ شئ. زۀ اوس ستاسو په وړاندې خپله صفائى بيانوم.“</verse>
				<verse number="2">هر کله چې هغوئ په عبرانۍ ژبه کښې د هغۀ خطاب واورېدو نو هغوئ ورته نور ښۀ خاموش شول. بيا هغۀ ووئيل،</verse>
				<verse number="3">”زۀ يهودى يم، د کلکيه په ترسس ښار کښې پېدا شوے وم، او زۀ دلته په دې ښار کښې لوئ شوے يم او د ګملى‌ايل په شاګردۍ کښې مې د خپلو مشرانو د سخت شريعت تعليم حاصل کړو، زۀ هم لکه ستاسو په شان د خُدائ پاک په خِدمت کښې سرګرم وم لکه څنګه چې نن تاسو ټول يئ.</verse>
				<verse number="4">او د دې لارې منونکى به ما تر مرګ پورې زورول، ښځې او سړى به مې دواړه ګرفتارول او په قېدخانه کښې به مې بندول.</verse>
				<verse number="5">زما په باب کښې مشر اِمام او ټول اولسى مشران ګواهان دى. هغوئ ما ته په دمشق کښې خپلو يهودى وروڼو ته خطونه راکړى وُو او زۀ دمشق ته هم دې دپاره تلے وم چې د هغه ځائ خلق ګرفتار کړم او د سزا دپاره يې دلته يروشلم ته راولم.</verse>
				<verse number="6">کله چې زۀ په لار دمشق ته ورنزدې شوم، د غرمې وخت وو چې ناڅاپى له آسمان نه يوه لويه شُغله له ما نه ګېرچاپېره وځلېده.</verse>
				<verse number="7">زۀ په زمکه راپرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې وئيل چې ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟</verse>
				<verse number="8">ما جواب ورکړو چې مالِکه، تۀ څوک يې؟ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې.</verse>
				<verse number="9">زما ملګرو هغه رڼا وليدله خو د هغۀ آواز يې وانۀ ورېدو چا چې ما سره خبرې کولې.</verse>
				<verse number="10">نو ما ورته ووئيل چې مالِکه، زۀ څۀ وکړم؟ مالِک جواب راکړو چې پاڅه. او دمشق ته لاړ شه او هلته به تا ته ټول کارونه ووئيلے شى، کوم چې ستا دپاره مقرر شوى دى.</verse>
				<verse number="11">هر کله چې زۀ د رڼا شُغلې ړوند کړم نو زما ملګرو زۀ د لاسه ونيولم او دمشق ته يې بوتلم.</verse>
				<verse number="12">هلته حنانياس نومې يو سړے وو چې په شريعت ټينګ ولاړ وو او د هغه ځائ په اوسېدونکو ټولو يهوديانو کښې ښۀ نېک نام وو.</verse>
				<verse number="13">هغه ما ته راغلو، ما سره خوا کښې ودرېدلو او راته يې ووئيل چې، اے ساؤله وروره، سترګې وغړوه. او هم هغه ساعت زۀ بينا شولم او هغه مې وليدلو.</verse>
				<verse number="14">هغۀ بيا ووئيل چې زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک تۀ دې دپاره غوره کړې چې د هغۀ مرضى وپېژنې او د هغۀ صادق خادِم ووينې او د هغۀ آواز واورې.</verse>
				<verse number="15">ځکه چې تۀ به ټولې دُنيا ته د هغۀ ګواهى کوې چې څۀ دې ليدلى او اورېدلى دى.</verse>
				<verse number="16">نو اوس تۀ ولې سستى کوې؟ پاڅه بپتسمه واخله او د هغۀ د نوم په يادولو خپل ګناهونه پاک کړه.</verse>
				<verse number="17">کله چې زۀ يروشلم ته واپس راغلم او ما د خُدائ په کور کښې دُعا کوله نو زۀ بې‌خوده شوم.</verse>
				<verse number="18">او عيسىٰ مې وليدو چې ما ته فرمائى چې زر کوه او سمدستى د يروشلم نه اوځه، ځکه چې دوئ به زما په حقله ستا ګواهى قبوله نۀ کړى.</verse>
				<verse number="19">ما ورته ووئيل چې مالِکه هغوئ ته دا معلومه ده چې په هره عبادتخانه کښې به ما هغوئ نيول او په کوړو به مې وهل د چا به چې په تا ايمان وو.</verse>
				<verse number="20">او کله چې ستا د ګواه ستِفانوس وينه توئ شوله نو زۀ په خپله هلته موجود وم او پرې راضى وم او د هغوئ د جامو څوکۍ مې کوله چا چې هغه مړ کړو.</verse>
				<verse number="21">بيا هغۀ ما ته ووئيل، لاړ شه، ځکه چې زۀ تا لرې لرې غېر يهودى قومونو ته لېږم.“</verse>
				<verse number="22">تر دې خبرو پورې هغوئ هغۀ ته غوږ نيولے وو، خو بيا هغوئ چغې کړې، ”د داسې سړى مخ دې ورک شى، دا د پرېښودو قابل نۀ دے.“</verse>
				<verse number="23">او هغوئ لا نورې چغې کړې، خپلې جامې يې وشلولې او خاورې يې بره نوستلې.</verse>
				<verse number="24">نو کمان آفسر حُکم وکړو چې، ”پولوس قلعې ته واپس بوځئ،“ او هدايت يې ورکړو چې، ”په کوړو وهلو ترې بيان واخلئ او دا وجه ترې معلومه کړئ چې د هغۀ خلاف دا هنګامه ولې راپورته شوې ده.“</verse>
				<verse number="25">خو کله چې هغوئ هغه د وهلو دپاره وتړلو نو پولوس هلته ولاړ صوبه دار ته ووئيل چې، ”ولې دا ستا دپاره جائز دى چې تۀ يو مقامى رومى په کوړو وهې چې جرم پرې ثابت نۀ وى؟“</verse>
				<verse number="26">کله چې صوبه دار دا واورېدل نو هغه کمان آفسر ته ورغلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”تۀ څۀ کول غواړې؟ دا سړے خو مقامى رومى دے.“</verse>
				<verse number="27">کمان آفسر پولوس له راغلو او تپوس يې ترې وکړو، ”ما ته ووايه چې تۀ رښتيا مقامى رومى يې څۀ؟“ او هغۀ ووئيل چې، ”آو.“</verse>
				<verse number="28">کمان آفسر ورته ووئيل چې، ”ما خو په لوئ قيمت دا مقامى حق اخستے دے.“ پولوس ورته ووئيل ”خو دا زما قومى حق دے.“</verse>
				<verse number="29">نو سمدستى هغه څوک چې د هغۀ نه تفتيش کوونکى وُو د هغۀ نه وروستو شول، او کمان آفسر هم وويرېدو ځکه چې هغۀ ته پته ولګېده چې پولوس مقامى رومى دے او هغۀ تړلے دے.</verse>
				<verse number="30">په بله ورځ کمان آفسر غوښتل چې صحيح معلومات تر لاسه کړى چې يهوديانو ولې په پولوس اِلزام ولګولو. هغۀ پولوس آزاد کړو او مشرانو اِمامانو او ټولې اولسى جرګې ته يې حُکم ورکړو چې، ”راټول شئ،“ بيا هغۀ پولوس ښکته راوستلو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="23">
				<verse number="1">پولوس جرګې ته په اوچتو سترګو وکتل او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تر نن ورځې ما په صفا ضمير سره د خُدائ پاک په وړاندې خپل ژوند تير کړے دے.“</verse>
				<verse number="2">بيا مشر اِمام حنانياس پولوس سره ولاړو خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”په خولۀ يې ووهئ.“</verse>
				<verse number="3">په دې پولوس هغۀ ته ووئيل چې، ”خُدائ پاک به تا ووهى، اے مکاره، تۀ ناست يې چې د شريعت په مطابق زما فېصله وکړې، او اوس تۀ د شريعت خلاف زما د وهلو حُکم ورکوې څۀ؟“</verse>
				<verse number="4">خو څوک چې نزدې ولاړ وو وئ وئيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک د مشر اِمام بې‌عزتى کوې څۀ؟“</verse>
				<verse number="5">او پولوس ووئيل چې، ”زما وروڼو، ما ته پته نۀ وه چې هغه مشر اِمام دے. ځکه چې صحيفې وائى چې، تاسو د خپل قوم حاکِم ته بدرد مۀ وايئ.“</verse>
				<verse number="6">بيا کله چې پولوس ته پته ولګېده چې په دوئ کښې يوه ډله د صدوقيانو ده او بله د فريسيانو نو هغۀ په جرګه کښې چغې کړې چې، ”اے زما وروڼو، زۀ يو فريسى يم او د فريسى زوئ يم. زما اُميد دے چې مړى به بيا راژوندى کيږى، نو په دې وجه زما تحقيقات کيږى.“</verse>
				<verse number="7">کله چې هغۀ دا ووئيل نو د فريسيانو او صدوقيانو په مينځ کښې اختلاف شروع شو او جرګه په مينځ دوه ځايه شوه.</verse>
				<verse number="8">ځکه چې صدوقيان وائى چې نۀ قيامت نۀ فرښتې او نۀ روح شته، خو فريسيان درې واړه منى.</verse>
				<verse number="9">بيا لويه غوغا جوړه شوه او د فريسيانو د فرقې ځينې د شرعې عالمان راپاڅېدل او په کلکه يې ووئيل چې، ”مونږ په دې سړى کښې هيڅ غلطى نۀ وينو. شايد چې يوې فرښتې يا روح ورسره خبرې کړې وې.“</verse>
				<verse number="10">کله چې بلوه زياته شوه نو کمان آفسر ويرېدو هسې نه چې دوئ پولوس ټوټې ټوټې کړى، نو هغۀ سپاهيانو ته حُکم وکړو چې، ”لاندې لاړ شئ او هغه د هغوئ نه په زور راولئ او قلعې ته يې دننه راولئ.“</verse>
				<verse number="11">په هغه شپه مالِک پولوس ته ظاهر شو او ورته يې وفرمائيل چې، ”تکړه شه، ځکه څنګه چې تا په يروشلم کښې زما په حق کښې ګواهى کړې وه، نو هم دغه شان يې په روم کښې هم وکړه.“</verse>
				<verse number="12">په سحر کښې يهوديان د يو سازش دپاره راغونډ شول او خپلو کښې يې سره دا قَسم وکړو چې نۀ به څۀ خورو او نۀ به څۀ څښو ترڅو چې دوئ پولوس وژلے نۀ وى.</verse>
				<verse number="13">د څلوېښتو کسانو نه زيات په دې سازش کښې شامل وو.</verse>
				<verse number="14">هغوئ مشرانو اِمامانو او د جرګې مشرانو له ورغلل او وې وئيل چې، ”مونږ په خپلو کښې پوخ قَسم کړے دے چې تر هغې به نۀ څۀ خورو او نۀ څۀ څښو ترڅو چې مونږ پولوس مړ نۀ کړُو.</verse>
				<verse number="15">اوس دا ستاسو او د جرګې کار دے چې کمان آفسر ته درخواست وکړئ چې هغه تاسو له لاندې راولى په دې بهانه چې تاسو غواړئ چې د دۀ د مقدمې صحيح تحقيقات وکړئ. مونږ دې ته تيار يُو چې دلته د رارسېدو نه وړاندې هغه قتل کړُو.“</verse>
				<verse number="16">خو د پولوس خوريے د هغوئ د سازش نه خبر شو. نو هغه لاړو او قلعې ته ننوتو او پولوس ته يې د هغوئ د سازش ووئيل.</verse>
				<verse number="17">بيا پولوس يو صوبه دار راوغوښتو او وې وئيل چې، ”دا ځوان کمان آفسر ته بوځه، ځکه چې دے ورته څۀ ضرورى خبره کوى.“</verse>
				<verse number="18">نو صوبه دار هغه د ځان سره بوتلو او کمان آفسر له يې ور وستو. او وې وئيل چې، ”قېدى پولوس زۀ راوبللم او راته يې ووئيل چې دا ځوان تا ته درولم ځکه چې دے تا ته څۀ ضرورى خبره کول غواړى.“</verse>
				<verse number="19">کمان آفسر هغه د لاسه ونيولو، يو طرف ته يې کړو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”ما ته ووايه چې څۀ خبره ده؟“</verse>
				<verse number="20">هغۀ ووئيل چې، ”يهوديانو سازش کړے دے چې تا ته عرض وکړى چې سبا له تۀ پولوس د جرګې په وړاندې پېش کړه او د دوئ بهانه دا ده چې د هغۀ د مقدمې پوره پوره تحقيقات کوُو.</verse>
				<verse number="21">نو تۀ د هغوئ خبره مۀ منه ځکه چې د هغوئ د څلوېښتو کسانو نه زيات سړى په هغۀ د حملې کولو دپاره ناست دى، هغوئ دا قَسم کړے دے چې ترڅو چې هغوئ پولوس مړ نۀ کړى، تر هغې به نۀ څۀ خورى او نۀ څۀ څښى. اوس هغوئ تيار دى خو ستا د حکم اِنتظار دے.“</verse>
				<verse number="22">نو کمان آفسر هغه ځوان رُخصت کړو او ورته يې حکم ورکړو چې، ”چا ته ونۀ وائى چې تا ما ته دا اِطلاع راکړې ده.“</verse>
				<verse number="23">بيا کمان آفسر خپل دوه صوبه داران راوغوښتل او دا حُکم يې ورکړو چې، ”نن شپه نهۀ بجې قيصريه ته د تلو دپاره دوه سوه فوجيان، اويا د آسونو سوارۀ او دوه سوه نېزه بازان تيار کړئ.</verse>
				<verse number="24">پولوس له هم د سورلۍ بندوبست وکړئ چې هغه پرې سور شى او هغه صحيح سلامت فِليکس ګورنر ته ورسوى.“</verse>
				<verse number="25">هغۀ يو خط هم ورته داسې وليکلو چې،</verse>
				<verse number="26">”د کلوديوس لسياس نه معزز ګورنر فِليکس ته سلام.</verse>
				<verse number="27">دا سړے يهوديانو نيولے وو او هغوئ وژلو خو چې زۀ خبر شوم چې هغه مقامى رومى دے، نو زۀ سپاهيانو سره ورغلم او دے مې بچ کړو.</verse>
				<verse number="28">ما دا غوښتل چې دا جُرم معلوم کړم چې هغوئ پرې د کوم اِلزام لګولے دے. نو ما پولوس د هغوئ جرګې ته بوتلو.</verse>
				<verse number="29">زۀ پوهه شوم چې په دۀ باندې د دوئ د شريعت د مسئلو په حقله اِلزام وو، خو څۀ داسې جُرم پرې نۀ وو چې دۀ ته پرې د قېد يا د مرګ سزا ورکړے شى.</verse>
				<verse number="30">کله چې زۀ خبر شوم چې د دۀ خلاف سازش جوړ شوے دے، نو ما دے سمدستى تا له درولېږلو او مدعيانو ته مې هم حکم ورکړو چې د دۀ په خلاف خپله مقدمه تاسو ته وړاندې کړى.“</verse>
				<verse number="31">نو د حُکم په مطابق فوجيانو پولوس بوتلو او د شپې يې انتيپترس ښار ته راوستو.</verse>
				<verse number="32">په بله ورځ هغوئ د آسونو سوارۀ د هغۀ سره د مخکښې تلو دپاره پرېښودل او هغوئ قلعې ته راواپس شول.</verse>
				<verse number="33">کله چې هغوئ قيصريه ته راغلل نو خط يې ګورنر له ورکړو او پولوس يې هم د هغۀ په وړاندې پېش کړو.</verse>
				<verse number="34">خط يې ولوستو، هغۀ د پولوس نه تپوس وکړو چې تۀ د کومې صوبې اوسېدونکے يې. او کله چې ګورنر خبر شو چې هغه د کلکيه اوسېدونکے دے،</verse>
				<verse number="35">هغۀ ووئيل چې، ”زۀ به ستا مقدمه هله اورم کله چې ستا مدعيان راورسى.“ بيا هغۀ حُکم وکړو چې هغه دې د هيروديس په قلعه کښې وساتلے شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="24">
				<verse number="1">پينځۀ ورځې پس مشر اِمام حنانياس سره د مشرانو او ترطولوس نومې وکيل راغے او هغوئ د ګورنر په وړاندې د پولوس خلاف مقدمه پېش کړله.</verse>
				<verse number="2">کله چې پولوس راوغوښتے شو نو ترطولوس مقدمه داسې شروع کړه، وئيل يې چې، ”صاحبه، ستا په وجه مونږ په پوره امن ژوند تېروو او ستا د خيال کولو په سبب په دې صوبه کښې د ترقۍ کارونه روان دى.</verse>
				<verse number="3">صاحِبه، مونږ دا خبره په هر ځائ او هر چرته په پوره شُکر ګزارۍ سره منو.</verse>
				<verse number="4">زۀ ستاسو زيات وخت اخستل نۀ غواړم، خو زۀ درته مِنت کوم چې په مهربانۍ سره زما يو څو خبرې واورئ.</verse>
				<verse number="5">دا سړے زمونږ دپاره ناسور دے چې په ټوله دُنيا کښې د يهوديانو په مينځ کښې فتنه خوروى. او دے د ناصريانو د فرقې مشر دے.</verse>
				<verse number="6">دۀ د خُدائ د کور د بې‌حرمتۍ کوشش هم وکړو، نو بيا مونږ هغه ګرفتار کړو.</verse>
				<verse number="7">خو لسياس کمان آفسر په مينځ کښې راغلو او دا سړے يې په زبردستۍ سره زمونږ د لاسه وويستو.</verse>
				<verse number="8">کۀ تۀ په خپله د هغۀ نه تپوس وکړې نو تۀ به د هغه هر څۀ نه خبر شې چې مونږ پرې اِلزام لګولے دے.“</verse>
				<verse number="9">يهوديان هم ورسره په اِلزام لګولو کښې متفِق شول او وئ وئيل چې دا ټولې خبرې رښتيا دى.</verse>
				<verse number="10">بيا ګورنر پولوس ته د جواب ورکولو اِشاره وکړه، نو پولوس داسې جواب ورکړو چې، ”زۀ د دې نه خبر يم چې د ډېرو کالونو راسې تۀ د دې قوم قاضى يې، نو ځکه زۀ په اطمينان سره خپله دفاع کوم.</verse>
				<verse number="11">تۀ د دې خبرې په خپله معلومات کولے شې چې تقريباً دولس ورځې هم نۀ کيږى چې زۀ يروشلم ته عبادت له تلے وم.</verse>
				<verse number="12">زۀ دوئ د چا سره د خُدائ په کور کښې يا په عبادتخانې کښې يا په ټول ښار کښې په بحث کولو يا د خلقو په بلوه کولو نۀ يم ليدلے.</verse>
				<verse number="13">او نۀ دوئ تا ته زما خلاف دا اِلزام ثابتولے شى.</verse>
				<verse number="14">خو زۀ تا ته اقرار کوم چې زۀ د هغه لارې پيروى کوم چې دوئ ورته فرقه وائى او زۀ د خپل پلار نيکونو د خُدائ پاک عبادت کوم. زۀ په هغه هر څۀ ايمان لرم چې د شريعت په مطابق وى او د نبيانو په صحيفو کښې ليکلى وى.</verse>
				<verse number="15">زۀ د خُدائ پاک نه اُميد کوم هغه اُميد چې دوئ يې هم منى چې نېک او بد دواړه به بيا له مړو نه راژوندى کيږى.</verse>
				<verse number="16">په دې وجه زۀ پوره کوشش کوم چې د خُدائ پاک او د خلقو په وړاندې مې ضمير صفا وى.</verse>
				<verse number="17">د يو څو کالونو د غېر حاضرۍ نه پس زۀ خپل قام ته د خېرات ورکولو او د نذرانو پېش کولو دپاره راغلے يم.</verse>
				<verse number="18">کله چې ما دا کول نو دوئ زۀ د خُدائ په کور کښې وليدلم چې د پاکوالى رسم مې پوره کولو. ما سره نۀ څۀ ګڼه وه او نۀ کومه اله ګوله وه. خو د آسيه د صُوبې څۀ يهوديان هلته وُو.</verse>
				<verse number="19">کۀ د هغوئ زما خلاف څۀ شکايت وى نو هغوئ دې د اِلزام لګولو دپاره تاسو ته حاضر شى.</verse>
				<verse number="20">يا دا چې دا کسان ووائى چې جرګې ته د پېش کولو نه وړاندې هغوئ په ما کښې څۀ قصور ليدلے وو،</verse>
				<verse number="21">سېوا د دې نه چې ما هلته د دوئ په وړاندې په اوچت آواز دا خبره وکړه چې نن ستاسو په وړاندې د مړو د بيا ژوندى کېدلو په بابت زما فېصله کيږى.“</verse>
				<verse number="22">بيا فِليکس څوک چې د دې لارې د عقيدې نه ښۀ خبر وو، په دې وينا مقدمه ملتوى کړه چې، ”کله چې لسياس کمان آفسر دلته راشى نو زۀ به ستا د مقدمې فېصله واورم.“</verse>
				<verse number="23">بيا هغۀ صوبه دار ته حُکم ورکړو چې، ”پولوس په قېد کښې وساتئ خو سختې ته يې مۀ نيسئ او د دۀ په دوستانو کښې هيڅوک هم د دۀ د ضرورتونو پوره کولو نه مۀ منع کوئ.“</verse>
				<verse number="24">خو څو ورځې پس فِليکس د خپلې ښځې دروسيله سره راغلو څوک چې يهودڼه وه. نو پولوس يې راوغوښتو او په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په حقله يې خبرې ترې نه واورېدلې.</verse>
				<verse number="25">او څنګه چې هغۀ په صداقت او په نفس قابو ساتلو او د راتلونکى عدالت په حقله بيان شروع کړو نو فِليکس ويرېدو او وې وئيل چې، ”اوس لاړ شه. کله چې زۀ اوزګار شم نو بيا به دې راوغواړم.“</verse>
				<verse number="26">هم په دغه وخت کښې هغۀ طمع کوله چې پولوس به ورته رشوت ورکړى او په دې وجه يې هغه څو ځله راوغوښتو او ورسره يې خبرې وکړې.</verse>
				<verse number="27">چې دوه کالونه تير شول نو د فِليکس په ځائ پروکيوس فِستوس مقرر شو. او فِليکس د يهوديانو د خوشحالولو دپاره پولوس په قېد کښې هم هغه شان پرېښودلو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="25">
				<verse number="1">قيصريه صوبې ته د رسېدو نه درې ورځې پس فِستوس ګورنر يروشلم ته لاړو.</verse>
				<verse number="2">هلته ورته مشرانو اِمامانو او د يهوديانو مشرانو د پولوس خلاف مقدمه پېش کړه.</verse>
				<verse number="3">او خواست يې ورته وکړو چې د پولوس خلاف په مونږ دا مهربانى وکړه چې هغه يروشلم ته ولېږه، په حقيقت کښې هغوئ په لاره د هغۀ د وژلو سازش کړے وو.</verse>
				<verse number="4">فِستوس په جواب کښې ووئيل چې، ”پولوس په قيصريه کښې قېدخانه کښې دے، او زۀ په خپله هلته زر ورروان يم.</verse>
				<verse number="5">نو ستاسو څۀ مشران دې راسره لاړ شى او کۀ د هغۀ خلاف څۀ غلطى ثابته شى نو دعوىٰ دې پرې وکړى.“</verse>
				<verse number="6">هغه هغوئ سره د لس اتۀ ورځو نه زيات پاتې نۀ شو، بيا هغه قيصريه ته لاړو او په بله ورځ په عدالت کښې په خپله کُرسۍ کښېناستو او د پولوس د حاضرولو حکم يې وکړو.</verse>
				<verse number="7">کله چې هغه حاضر شو نو د يروشلم نه راغلى يهوديان د هغۀ نه راچاپېره شول او په هغۀ يې سخت رنګارنګ اِلزامونه ولګول، خو هغه يې ثابت نۀ کړے شول.</verse>
				<verse number="8">خو پولوس په خپلې صفائى کښې ووئيل چې، ”ما د يهوديانو د شريعت، د خُدائ د کور يا د قيصر په خلاف څۀ جرم هم نۀ دے کړے.“</verse>
				<verse number="9">خو فِستوس د يهوديانو د خوشحالولو دپاره د پولوس نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ يروشلم ته تلل غواړې چې هلته په دې مقدمه کښې زما په وړاندې پېش شې؟“</verse>
				<verse number="10">خو پولوس ووئيل چې، ”نه، زۀ د قيصر په عدالت کښې ولاړ يم او زما مقدمه دې هم دلته پېش کړے شى. او تا ته دا ښۀ پته ده چې ما خو د يهوديانو خلاف هيڅ جرم نۀ دے کړے.</verse>
				<verse number="11">کۀ چرې زۀ ګناه ګار يم او داسې څۀ جرم مې کړے وى چې د مرګ د سزا لائق وى نو زۀ د مرګ نه د تښتېدو کوشش نۀ کوم. خو کۀ چرې زما خلاف اِلزامونو کښې څۀ حقيقت نۀ وى نو څوک هم ما دوئ ته نۀ شى سپارلے. زۀ قيصر ته اپيل کوم.“</verse>
				<verse number="12">بيا فِستوس د خپلو مشرانو سره د مشورې نه پس پولوس ته جواب ورکړو چې، ”تا قيصر ته اپيل کړے دے، نو تۀ به قيصر ته لاړ شې.“</verse>
				<verse number="13">د څو ورځو تېرېدو نه پس اګريپا بادشاه او بِرنيکى قيصريه ته راغلل چې فِستوس ته هرکلے ووائى.</verse>
				<verse number="14">هغوئ هلته ډيرې ورځې پاتې شول نو فِستوس د پولوس مقدمه بادشاه ته وړاندې کړه او وې وئيل چې، ”مونږ سره يو سړے دے چې فِليکس په قېدخانه کښې پرېښے دے.</verse>
				<verse number="15">کله چې زۀ په يروشلم کښې وم نو مشرانو اِمامانو او د يهوديانو مشرانو ما ته د هغۀ په حقله اِطلاع راکړه او د هغۀ خلاف يې د سزا د حکم کولو سوال وکړو.</verse>
				<verse number="16">ما هغوئ ته جواب ورکړو چې دا د روميانو دستور نۀ دے چې مجرم د هغۀ مدعيانو ته وسپارى ترڅو چې مجرم ته د مدعيانو په مخامخ د صفائى پېش کولو موقع ورنۀ کړى.</verse>
				<verse number="17">نو کله چې هغوئ ما سره دلته راغلل نو ما وخت ضائع نۀ کړو او په بله ورځ په عدالت کښې کښېناستم او د هغه سړى د حاضرېدو حکم مې وکړو.</verse>
				<verse number="18">کله چې د هغۀ مخالفين خبرو ته پاڅېدل نو هغوئ داسې اِلزام پېش کړو چې زما په خيال خاطر کښې ترې نه طمع هم نۀ وه.</verse>
				<verse number="19">خو د هغې په ځائ هغوئ خپل دينى بحث شروع کړو او د دوئ اختلاف په دې خبره وو چې يو مړ کس دے چې نوم يې عيسىٰ دے، خو د پولوس وينا دا ده چې هغه مړ نۀ دے، ژوندے دے.</verse>
				<verse number="20">خو کله چې زۀ د دې مسئلې په حل پوهه نۀ شوم نو ما ورته دا ووئيل چې کۀ تۀ غواړې چې يروشلم ته لاړ شې او هلته ستا مقدمه پېش کړے شى.</verse>
				<verse number="21">خو پولوس اپيل وکړو چې هغه دې د قيصر د فېصلې دپاره دلته وساتلے شى، نو ما حکم وکړو چې تر هغې دې هغه دلته وساتلے شى ترڅو چې يې زۀ قيصر ته ولېږم.“</verse>
				<verse number="22">بيا اګريپا فِستوس ته ووئيل چې، ”زۀ د دې سړى خبرې په خپله اورېدل غواړم،“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”سبا به تۀ د هغۀ خبرې واورې.“</verse>
				<verse number="23">نو په بله ورځ اګريپا او بِرنيکى په شان او شوکت سره عام دربار ته راننوتل چې ورسره لوئ آفسران او د ښار خاص مشران وُو. بيا فِستوس د هغۀ د پېشۍ حکم وکړو او پولوس دننه حاضر کړے شو.</verse>
				<verse number="24">بيا فِستوس ووئيل چې، ”اے اګريپا بادشاه او مونږ سره موجودو ټولو حاضرينو، تاسو دا سړے وينئ د چا په حقله چې ټولو يهوديانو دلته او په يروشلم کښې ما ته خواست کړے دے او دا چغې يې وهلې چې دے نور د ژوندى پاتې کېدو قابل نۀ دے.</verse>
				<verse number="25">خو ما ته پته ولګېده چې دۀ داسې څۀ نۀ دى کړى چې ورته دې د مرګ سزا ورکړے شى. او کله چې هغۀ قيصر اعظم ته اپيل وکړو نو ما د هغۀ د لېږلو فېصله وکړه.</verse>
				<verse number="26">خو ما سره د دۀ په حقله څۀ داسې پوخ اِلزام نشته چې قيصر ته يې وليکم، نو ځکه ما دے ستاسو ټولو په وړاندې او خاص د بادشاه اګريپا په وړاندې پېش کړو، نو چې د دۀ تفتيش کولو نه پس زۀ څۀ وليکم.</verse>
				<verse number="27">ځکه چې ما ته دا نامناسب ښکارى چې د يو قېدى خلاف څۀ ښکاره جرم نۀ وى او هغه بادشاه ته ولېږلے شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="26">
				<verse number="1">بيا اګريپا پولوس ته ووئيل چې، ”تا ته د خپل ځان په حقله د خبرو کولو اجازت دے.“ بيا پولوس خپل لاس اوچت کړو او خپله صفائى يې داسې پېش کړله چې،</verse>
				<verse number="2">”اے اګريپا بادشاه. زۀ خپل ځان خوش قِسمته ګڼم چې ستا په وړاندې ولاړ يم او د خپل ځان په حقله د هغه ټولو اِلزامونو صفائى پېش کوم چې يهوديانو راباندې لګولى دى.</verse>
				<verse number="3">او خاص تۀ د يهوديانو د رِواجونو او اختلافاتو نه ډېر ښۀ واقف يې نو ځکه تا ته مِنت کوم چې زما خبرې په تسلۍ سره واوره.</verse>
				<verse number="4">زما د ځوانۍ نه زما ژوندون ټولو يهوديانو ته معلوم دے چې د شروع نه ما ژوند د خپلو خلقو سره او په يروشلم کښې تير کړے دے.</verse>
				<verse number="5">دوئ ما د ډېر وخت نه پېژنى او کۀ غواړى نو دا تپوس هم کولے شى چې زۀ يو فريسى يم کومه چې زمونږ د مذهب د ټولو نه سخته فرقه ده.</verse>
				<verse number="6">او اوس زۀ د هغه وعدې په اُميد دلته د فېصلې دپاره ولاړ يم کومه چې زمونږ د پلار نيکونو سره خُدائ پاک کړې وه.</verse>
				<verse number="7">بلکې زمونږ دولس قبيلې د هغې وعدې د پوره کېدو په طمع کښې شپه او ورځ پوره په جوش او جذبې سره عبادت کوى. اے بادشاه سلامته، هم په دې وجه يهوديان په ما اِلزامونه لګوى.</verse>
				<verse number="8">نو دا خلق ولې دا خبره ناممکنه ګڼى چې خُدائ پاک مړى بيا راژوندى کوى؟</verse>
				<verse number="9">خو په حقيقت کښې ما اول هم دا خبره ضرورى ګڼله چې د عيسىٰ ناصرى د نوم خلاف ډېر څۀ کارونه وکړم.</verse>
				<verse number="10">او په يروشلم کښې ما هم دغه شان وکړل، د مشرانو اِمامانو په واک او اختيار مې ډېر مقدسين قېدخانو ته واچول او کله چې به په هغوئ د مرګ فتوىٰ لګېدله نو زما رائ به هم ورسره وه.</verse>
				<verse number="11">ما په ټولو عبادتخانو کښې هغوئ ته سزا ورکوله او کوشش مې دا وو چې دوئ په دې مجبور شى چې کُفر ووائى او زۀ هغوئ ته دومره ډېر غصه وم چې د هغوئ د زورولو پسې به نورو مُلکونو او ښارونو ته هم تلم.</verse>
				<verse number="12">دغسې په دې سوچ سره زۀ د مشرانو اِمامانو په اختيار او حکم د دمشق په سفر روان وم.</verse>
				<verse number="13">نو اے بادشاه سلامت، کله چې زۀ په غرمه کښې په لاره روان وم نو ما د آسمان نه يوه رڼا وليدله چې د نمر نه هم زياته تېزه وه، دا زما او زما د ملګرو نه ګېرچاپېره وځلېده.</verse>
				<verse number="14">کله چې مونږ ټول په زمکه پرېوتلو نو ما په عبرانۍ ژبه کښې يو آواز واورېدلو چې ما ته يې داسې ووئيل چې، ”ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟ موږى ته لته ورکول به تا ته ګران پرېوځى.“</verse>
				<verse number="15">ما جواب ورکړو چې، ”مالِکه، تۀ څوک يې؟“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې.</verse>
				<verse number="16">خو اوس پاڅه، او نېغ په خپلو پښو ودرېږه. زۀ د دې دپاره تا ته ښکاره شوم چې تا خپل خِدمتګار او ګواه مقرر کړم. او چې دُنيا ته تۀ د دې څيزونو ګواهى ورکړې کوم چې تا وليدل او څۀ چې به وروستو زۀ تا ته ښکاره کړم.</verse>
				<verse number="17">زۀ به تا د خپلو خلقو او د غېر‌يهوديانو نه بچ کړم، چا ته چې زۀ تا لېږم</verse>
				<verse number="18">چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“</verse>
				<verse number="19">نو ځکه اے اګريپا بادشاه، زۀ د دې آسمانى رويا نه نافرمانه نۀ شوم.</verse>
				<verse number="20">زۀ د ټولو نه اول د دمشق اوسېدونکو ته راغلم او بيا يروشلم ته لاړم او د يهوديه ټولې علاقې او غېر‌يهوديانو ته مې هم دا اعلان وکړو چې دوئ دې توبه ګار شى او خُدائ پاک ته دې رجوع وکړى. او داسې عملونه دې وکړى چې د دوئ توبه ترې ښکاره شى.</verse>
				<verse number="21">په دغه وجه يهوديانو زۀ د خُدائ په کور کښې ونيولم او زما د وژلو کوشش يې وکړو.</verse>
				<verse number="22">خو تر ننه پورې خُدائ پاک زما مل دے، نو ځکه زۀ دلته ستاسو په وړاندې ولاړ يم او لويو او وړو ته دا ګواهى ورکوم د څۀ چې نبيانو او موسىٰ پېشګوئې کړې ده، د دې نه بغېر نور څۀ نۀ وايم،</verse>
				<verse number="23">يعنې دا چې مسيح به ضرور سختې وزغمى او هغه به د مړو نه اول بيا راژوندے شى، او په داسې کولو سره به هغه زمونږ خلقو او غېر‌يهوديانو دواړو ته د رڼا اِعلان وکړى.“</verse>
				<verse number="24">لا پولوس په خپله صفائى کښې خبرې کولې چې فِستوس په اوچت آواز ووئيل چې، ”پولوسه، تۀ ليونے يې، ستا ډېر عِلم تۀ ليونے کړے يې.“</verse>
				<verse number="25">خو پولوس ووئيل چې، ”اے معزز فِستوسه، زۀ ليونے نۀ يم، څۀ چې زۀ وايم هغه د اعتماد قابل او رښتيا دى.</verse>
				<verse number="26">بادشاه په دغه خبرو ښۀ خبر دے او هغۀ سره زۀ په زړۀ ورتيا خبرې کوم. زۀ دا يقين ساتم چې دا واقعې د هغۀ نه پټې نۀ دى، ځکه چې دا څۀ پټه واقعه نۀ ده.</verse>
				<verse number="27">نو اے اګريپا بادشاه، ولې تۀ په نبيانو ايمان ساتې؟ ما ته پته ده چې ستا په هغوئ ايمان شته.“</verse>
				<verse number="28">اګريپا پولوس ته ووئيل چې، ”په لږ وخت کښې به تۀ ما قائل کړې چې عيسائى شم؟“</verse>
				<verse number="29">پولوس جواب ورکړو چې، ”زر يا وروستو، زۀ د خُدايه دا دُعا کوم چې نۀ يواځې تۀ بلکې هغوئ ټول چې نن زما خبرې اورى، هغوئ دې بغېر د زولنو نه زما په شان شى.“</verse>
				<verse number="30">بيا بادشاه او هغۀ سره ګورنر، او بِرنيکى او څوک چې ورسره ناست وو هغوئ پاڅېدل.</verse>
				<verse number="31">او چې هغوئ تلل نو يو بل ته هغوئ ووئيل چې، ”دې سړى داسې څۀ کار نۀ دے کړے چې د مرګ يا د قېد لائق وى.“</verse>
				<verse number="32">خو اګريپا فِستوس ته ووئيل چې، ”کۀ دې سړى قيصر ته اپيل نۀ وے کړے نو دے آزادېدے شو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="27">
				<verse number="1">کله چې دا فېصله وشوه چې مونږ به اِټلى ته په سمندرى جهاز کښې ځو نو پولوس او څۀ نور قېديان د قيصر د پلټنې يو صوبه دار يوليوس ته وسپارلے شول.</verse>
				<verse number="2">بيا مونږ د ادرمتيم ښار په يوه کشتۍ کښې کښېناستو چې د آسيه د صوبې بندرګاهو ته تلو او په سمندر کښې روان شُو. زمونږ په ملګرو کښې د تِسالونيکيه يو مِکدونى سړے وو چې نوم يې اريسترخوس وو.</verse>
				<verse number="3">په بله ورځ مونږ په صيدا کښې کوز شُو او يوليوس ډېر په مهربانۍ پولوس ته اجازت ورکړو چې خپلو دوستانو ته ورشى نو چې هغوئ د هغۀ ضرورتونه پوره کړى.</verse>
				<verse number="4">چې د هلته نه روان شُو نو په سمندر کښې د تېزې سيلۍ په وجه مونږ د قبرص د جزيرې په ژۍ ژۍ کښې لاړو ځکه چې هلته هوا کمه لګېده.</verse>
				<verse number="5">د کلکيه او د پمفوليه د سمندر نه د تېرېدو نه وروستو مونږ په لکيه کښې ميره نومې ښار ته راغلو.</verse>
				<verse number="6">هلته صوبه دار د اسکندريه يو جهاز وموندلو چې اِټلى ته روان وو او مونږ يې په کښې سوارۀ کړو.</verse>
				<verse number="7">تر ډېرو ورځو پورې مونږ ډېر ورو ورو تلو او کنيدوس ته په ډېر تکليف ورسېدو. او چې هوا زمونږ مخالف وه نو مونږ د کريت په ژۍ ژۍ کښې سلمونې ته لاړو.</verse>
				<verse number="8">په مشکل سره مونږ د سمندر په غاړه تلو، بيا مونږ يو ځائ ته راغلو چې نوم يې ښائسته بندرګاه وه چې د لسيه ښار سره نزدې وو.</verse>
				<verse number="9">اوس کافى وخت تېر شوے وو او په سمندرى سفر تلل خطرناک وُو ځکه چې روژه هم تيره شوې وه. نو پولوس هغوئ ته دا مشوره ورکړه</verse>
				<verse number="10">او وې وئيل چې، ”اے عزتمندو، ما ته ښکارى چې دا سفر به خطرناک وى او دا به يو لوئ نقصان وى، نۀ صرف د جهاز او د سامان بلکې زمونږ د ژوند تاوان به هم وى.“</verse>
				<verse number="11">خو پولوس چې څۀ ووئيل نو صوبه دار د هغې په ځائ د ماڼکى او د جهاز د مالِک رايه زياته بهتره وګڼله.</verse>
				<verse number="12">ځکه چې هغه بندرګاه د ژمى د موسم د تېرولو دپاره مناسب نۀ وه نو ډېرو خلقو د سمندر د سفر رايه خوښه کړه او اُميد يې وو چې فنيکس ته به ورسيږى او هلته به ژمے تير کړى، دا د کريت د جزيرې يوه بندرګاه ده چې مخ يې جنوب مغرب ته او شمال مغرب ته دے.</verse>
				<verse number="13">کله چې د جنوب نه نرۍ هوا راوالوته نو هغوئ ګُمان وکړو چې هغوئ خپل مقصد تر سره کولے شى، نو لنګر يې پورته کړو او غاړې ته نزدې د کريت په ژۍ ژۍ کښې روان شول.</verse>
				<verse number="14">خو ډېر وخت نۀ وو تېر شوے چې يوه طوفانى هوا د جزيرې نه راوالوته چې ورته شمال مشرقى هوا وائى.</verse>
				<verse number="15">نو چې جهاز ګېر شو او په طوفان کښې مخکښې نه شو تلے، نو مونږ ورته لاره ورکړه او هوا سره روان شُو.</verse>
				<verse number="16">مونږ د کاوده نومې يوې ورکوټې جزيرې په ژۍ ژۍ کښې لاړو او هلته مو په مشکل سره د جهاز کِشتۍ قابو کړه.</verse>
				<verse number="17">جهاز ته يې د خېژولو نه وروستو د حفاظت دپاره کشتۍ په پړو وتړله، بيا هغوئ په دې يرېدل چې هسې نه د سرتيس په شګو کښې ونښلى، نو هغوئ سمندر ته لنګر ورکوز کړو او جهاز يې د هوا په مخ روان کړو.</verse>
				<verse number="18">په بله ورځ چې ډېر سخت طوفان وو نو هغوئ د جهاز نه بوج کمولو دپاره سامان غورزول شروع کړل.</verse>
				<verse number="19">او په درېمه ورځ يې د جهاز آوزار په خپلو لاسونو وغورزولو.</verse>
				<verse number="20">کله چې تر ډېرو ورځو، نۀ نمر ښکارېدو او نۀ ستورى، بلکې سخت طوفان چلېدو نو آخر زمونږ د بچ کېدو ټول اُميد هم ختم شو.</verse>
				<verse number="21">هغوئ د ډېرو ورځو نه بې‌خوراکه وُو، نو پولوس د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے عزتمندو، تاسو ته په کار وو چې د کريت نه د سفر د نۀ کولو په حقله زما خبره مو منلے وے، نو د دې نقصان او تاوان نه به بچ شوى وئ.</verse>
				<verse number="22">خو اوس زۀ درته نصيحت کوم چې زړونه مۀ بائيلئ ځکه چې په تاسو کښې به هيڅ څوک هم مړ نۀ شى خو صرف جهاز به غرق شى.</verse>
				<verse number="23">ځکه چې بيګاه د هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ يم او د چا چې زۀ عبادت کوم، د هغۀ يوه فرښته ما سره ودرېدله</verse>
				<verse number="24">او هغې راته ووئيل چې پولوسه، يرېږه مه، تۀ ضرور د قيصر په وړاندې ودرېږه، او څوک چې تا سره په جهاز کښې دى، خُدائ پاک به ستا د خاطره هغوئ بچ کړى.</verse>
				<verse number="25">نو اے سړو، خپله حوصله په ځائ کړئ. ځکه چې زما په خُدائ پاک ايمان دے چې څنګه چې ما ته وئيلے شوى دى، بلکل هم داسې به وشى.</verse>
				<verse number="26">خو مونږ به ضرور د يوې جزيرې په غاړه وغورزولے شُو.“</verse>
				<verse number="27">کله چې څوارلسمه شپه راغله او مونږ لا د ادريه په سمندر کښې په جهاز کښې يو خوا بل خوا روان وُو چې په نيمه شپه د جهاز ماڼکيانو دا محسوسه کړه چې زمکه رانزدې کيږى،</verse>
				<verse number="28">نو هغوئ اندازه واخسته او ژوروالے يې څلوېښت ګزه وختلو. او لږ ساعت پس يې چې بيا اندازه واخسته نو دېرش ګزه وه.</verse>
				<verse number="29">هغوئ يرېدل چې هسې نۀ چې جهاز د ګټانو سره ډغره وخورى، نو د شا طرف نه هغوئ څلور لنګرونه واچول او د سحر کېدو دپاره يې دُعا وکړه.</verse>
				<verse number="30">خو ماڼکيانو د جهاز نه د تښتېدلو کوشش کولو. هغوئ د جهاز نه کِشتۍ سمندر ته کوزه کړه او بهانه يې وکړه چې مونږ د جهاز د څوکې نه لنګرونه اچوو.</verse>
				<verse number="31">نو پولوس صوبه دار او سپاهيانو ته ووئيل چې، ”کۀ دا سړى په جهاز کښې پاتې نۀ شى نو په تاسو کښې به يو کس هم بچ نۀ شى.“</verse>
				<verse number="32">نو سپاهيانو د کِشتۍ پړى پرېکړل او کولاو يې پرېښودله چې ځى.</verse>
				<verse number="33">د سحر کېدو نه لږ وړاندې پولوس ټولو ته منت وکړو چې څۀ وخورئ. هغۀ ووئيل چې، ”د تېرو څوارلسو ورځو نه تاسو په شک کښې وئ او بې‌خوراکه وئ او تاسو هيڅ هم نۀ دى خوړلى.</verse>
				<verse number="34">نو ځکه زۀ تاسو ته خواست کوم چې څۀ لږ خوراک وخورئ، ځکه چې دا ستاسو د ژوندى پاتې کېدو دپاره اهم دى، او ستاسو د سرونو نه به يو وېښتۀ قدرې هم ورک نۀ شى.“</verse>
				<verse number="35">د دې وينا نه وروستو هغۀ روټۍ راواخستله او د هغوئ ټولو په وړاندې يې د خُدائ پاک شُکر پرې ووئيلو، هغۀ دا ماته کړه او په خوراک يې لاس پورې کړو.</verse>
				<verse number="36">بيا هغوئ ټول زړَور شول او په خپله يې خوراک وکړو.</verse>
				<verse number="37">مونږ ټول په جهاز کښې دوه سوه شپږ اويا کسان وُو.</verse>
				<verse number="38">هغوئ د مړېدلو نه وروستو د جهاز د وزن سپکولو دپاره غنم سمندر ته ورګزار کړل.</verse>
				<verse number="39">کله چې ورځ شوه نو هغوئ زمکه ونۀ پېژنده خو د خليج غاړه يې په نظر شوه، نو هغوئ فېصله وکړه چې کۀ کېدے شى نو په دې به جهاز وخېژوُو.</verse>
				<verse number="40">نو هغوئ د لنګر پړى پرې کړل او په سمندر کښې يې پرېښودل. او هم په هغه وخت هغوئ د جهاز د چپُو پړى سست کړل او مخکښې بادبان يې باد ته وخېژولو او هغوئ د غاړې طرف ته جهاز روان کړو.</verse>
				<verse number="41">خو بيا جهاز شګلن ځائ ته ورسېدو او په زمکه ولګېدلو. د جهاز مخکښۍ حِصه ولګېده او انښتې پاتې شوه خو وروستونۍ حِصه يې د چپو په زور ماته شوه.</verse>
				<verse number="42">نو د سپاهيانو اراده دا وه چې قېديان به ووژنو هسې نه چې په لامبو وهلو وتښتى.</verse>
				<verse number="43">خو صوبه دار غوښتل چې پولوس بچ کړى او هغوئ يې له دې صلاح نه منع کړل. هغۀ حُکم ورکړو چې هر چا له چې لامبو ورځى هغه دې اول سمندر ته ټوپ کړى او وچې ته دې ځان ورسوى.</verse>
				<verse number="44">او نور به ورپسې، څۀ په تختو او څۀ د جهاز په ټوټو ځى. او دغه شان ټول په خير سره وچې ته ورسېدل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="28">
				<verse number="1">هلته په خير خيريت سره د رسېدو نه پس مونږ ته دا پته ولګېده چې د دې جزيرې نامه مالټا ده.</verse>
				<verse number="2">د جزيرې اوسېدونکو مونږ ته خپله ډېره مهربانى وښودله. ځکه چې باران شروع شوے وو او يخنى وه نو مونږ ته يې اور بل کړو او ټولو ته يې تود هرکلے ووئيلو.</verse>
				<verse number="3">نو پولوس د لرګو يوه ګېډۍ راجمع کړې وه او هغه يې په اور واچوله نو د اور د تاو په وجه د هغې نه يو زهريله مار راووتو او هغه يې په لاس وچيچلو.</verse>
				<verse number="4">کله چې د جزيرې خلقو د هغۀ د لاس نه مار ځوړند وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې، ”دا سړے به خامخا يو قاتل وى، هغۀ کۀ څۀ هم خپل ځان د سمندر نه بچ کړو خو خُدائ پاک د هغۀ نه بدل واخستو او هغه يې داسې پرې نۀ ښودلو.“</verse>
				<verse number="5">خو پولوس مار اور ته وغورزولو او څۀ نقصان ورته ونۀ رسېدلو.</verse>
				<verse number="6">هغوئ دا ګُمان کولو چې هغه به وپړسيږى او سمدستى به مړ شى، خو د ډيرې شيبې د اِنتظار نه پس هغوئ وليدل چې په هغۀ هيڅ اثر ونۀ شو نو هغوئ خپل خيال بدل کړو او وې وئيل چې، ”دا هم يو خُدائ دے.“</verse>
				<verse number="7">د دغه ځائ په خوا او شا کښې د دغه جزيرې د حاکِم زمکې وې چې نوم يې پوبليوس وو. هغۀ مونږ خپل کور ته بوتلو او درې ورځې يې ډېر په درناوى مېلمانۀ کړو.</verse>
				<verse number="8">چې کله د پوبليوس پلار د تبې او د دستونو په وجه په کټ بيمار پروت وو، نو پولوس هغۀ له ورغلو، دُعا يې ورته وکړله، خپل لاس يې پرې کېښودو او شفا يې ورکړه.</verse>
				<verse number="9">نو د دې واقعې نه پس د جزيرې نور بيماران هم راغلل او هغوئ روغ شول.</verse>
				<verse number="10">هغوئ مونږ ته په ډالۍ راکولو ډېر عزت راکړو او څۀ وخت چې مونږ رخصتېدو نو هغوئ د ضرورت ټول څيزونه زمونږ دپاره په جهاز کښې کېښودل.</verse>
				<verse number="11">د درېو مياشتو نه پس مونږ په هغه سمندرى جهاز کښې روان شُو چې ژمے يې په دې جزيره کښې تير کړے وو، او دا د اسکندريه جهاز وو چې د هغې په مخامخ څوکه د جوړه معبودانو کاسټر او پولکس نښې جوړې وې.</verse>
				<verse number="12">مونږ په سرکوسه ښار کښې کوز شُو او هلته مو درې ورځې تېرې کړې.</verse>
				<verse number="13">بيا د هغه ځائ نه روان شُو او په جهاز کښې ريګيوم ته لاړو او بيا يوه ورځ پس جنوبى بادونه شروع شُو او په دوېمه ورځ مونږ د پوتيلى بندرګاه ته راورسېدو.</verse>
				<verse number="14">هلته مونږ څۀ ايمانداران وروڼه وموندل او هغوئ مونږ ته دعوت راکړو چې هغوئ سره يوه هفته ايسار شُو. او دغه شان مونږ روم ته راغلو.</verse>
				<verse number="15">د هغه ځائ وروڼو چې زمونږ د راتلو خبر واورېدو نو هغوئ مونږ سره مِلاوېدو له د اپيوس تر بازاره او د درېو سرايونو چوک پورې راغلل. کله چې پولوس هغوئ وليدل نو هغۀ د خُدائ پاک شُکر وويستو او ډاډه شو.</verse>
				<verse number="16">کله چې مونږ روم ته ورننوتو نو پولوس ته د يواځې اوسېدو اجازت مِلاو شو او يو سپاهى د هغۀ د څوکيدارۍ دپاره مقرر کړے شو.</verse>
				<verse number="17">درې ورځې پس هغۀ د هغه ځائ يهوديانو مشران راوبلل. کله چې هغوئ راټول شول نو هغۀ ورته ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما چرې هم د خپلو خلقو خِلاف کار نۀ دے کړے او نۀ مې د خپلو پلار نيکونو لار پرېښې ده، خو بيا هم زۀ په يروشلم کښې قېد کړے شوم او د روميانو لاس ته وسپارلے شوم.</verse>
				<verse number="18">کله چې هغوئ زما تحقيقات وکړل نو روميانو غوښتل چې ما آزاد کړى ځکه چې زما په مقدمه کښې ما ته د مرګ د سزا د ورکولو هيڅ وجه نۀ وه.</verse>
				<verse number="19">خو کله چې يهوديانو دا ونۀ منله، نو زۀ مجبور شوم چې قيصر ته اپيل وکړم، اګر کۀ زۀ د خپل قوم خلاف څۀ اِلزام نۀ لګوم.</verse>
				<verse number="20">دغه وجه ده چې ما دا غوښتل چې تاسو ووينم او خبرې درسره وکړم چې زۀ د هغه چا په خاطر په زنځيرونو کښې تړلے شوے يم چې بنى اِسرائيل د هغۀ په طمع دى.“</verse>
				<verse number="21">هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ ته د يهوديه نه هيڅ داسې خط نۀ دے راغلے او نۀ څوک زمونږ ورور د دې اِطلاع راکولو دپاره دلته راغلے دے چې ستا په حقله يې بد وئيلى وى.</verse>
				<verse number="22">خو مونږ ستا نه اورېدل غواړو چې ستا څۀ خيال دے، ځکه چې مونږ ته پته ده چې هر چرته د دې فرقې خلاف خبرې کيږى.“</verse>
				<verse number="23">هغوئ د هغۀ سره د وخت مقررولو نه وروستو په ګڼ شمېر کښې د هغۀ کور ته راغلل. هغوئ ته د سحر نه تر ماښامه پورې هغۀ د خُدائ پاک بادشاهى بيان کړه او ګواهى يې ورکړه او دا کوشش يې وکړو چې د موسىٰ د شريعت او د نبيانو د صحيفو دواړو نه هغوئ د عيسىٰ په حقله قائل کړى.</verse>
				<verse number="24">ځينې خو د هغۀ په وينا سره قائل شول خو ځينو په هغۀ باور ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="25">نو د هغوئ په مينځ کښې بې‌اتفاقى راغله کله چې هغۀ يوه خبره وکړه نو هغوئ روان شول. نو د پولوس هغه خبره دا وه چې، ”د يشعياه نبى په وسيله روحُ القُدس ستاسو پلار نيکونو ته ښۀ وئيلى وُو چې،</verse>
				<verse number="26">”دې خلقو له ورشه او ورته ووايه، تاسو به يې په خپلو غوږونو واورئ خو پوهه به پرې نۀ شئ، تاسو به يې په خپلو سترګو ووينئ خو او به پرې نۀ رسېږئ.</verse>
				<verse number="27">ځکه چې د دې اُمت زړونه سخت شوى دى، او په مشکله سره خبرې ته غوږ ږدى او سترګې يې پټې کړې دى. هسې نه چې هغوئ په خپلو غوږونو واورى او په خپلو سترګو ووينى او خپل زړونه نرم کړى او ما ته واپس راوګرځى او زۀ هغوئ روغ کړم.“</verse>
				<verse number="28">پرېږدئ چې تاسو ته پته ولګى چې د خُدائ پاک دا خلاصون غېر‌يهوديانو ته رالېږلے شوے دے او هغوئ به ورته غوږ نيسى.“</verse>
				<verse number="29"></verse>
				<verse number="30">نو هغه هلته پوره دوه کاله په خپله خرچه اوسېدو او هر هغه چا ته به يې هرکلے وئيلو، څوک چې به هغۀ له راتلل.</verse>
				<verse number="31">او هغۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کولو او د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله يې په زړۀ ورتيا او بغېر د څۀ پابندۍ تعليم ورکولو.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="45">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د پولوس د طرف نه، چې د عيسىٰ مسيح خادِم او بللے شوے رسول دے څوک چې د خُدائ پاک د زيرى د خورولو دپاره مقرر کړے شوے دے.</verse>
				<verse number="2">د دې زېرى وعده خُدائ پاک د مخکښې نه په مقدسو صحيفو کښې د خپلو نبيانو په وسيله کړې ده.</verse>
				<verse number="3">دا زيرے د هغۀ د زوئ په حقله دے، څوک چې په انسانى طور د داؤد په نسل کښې پېدا شو،</verse>
				<verse number="4">خو د روحُ القُدس په قدرت سره هغه د مړو نه بيا راژوندے شو، په دې وجه هغه د خُدائ پاک زوئ وبللے شو، يعنې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح.</verse>
				<verse number="5">د هغۀ په وسيله مونږ ته دا فضل او رسالت بخښلے شوے دے چې د هغۀ د نوم دپاره ټولو غېرو قومونو ته بلنه ورکړُو چې د ايمان په وسيله تابعدارى وکړو.</verse>
				<verse number="6">او تاسو هم په هغه رابللے شوو خلقو کښې شامل يئ چې د عيسىٰ مسيح سره تړون ولرئ.</verse>
				<verse number="7">زۀ د روم هغه ټولو اوسېدونکو ته سلام وايم چې د خُدائ پاک محبوبان دى او چې د ايماندار کېدو دپاره رابللے شوى دى. زمونږ خُدائ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو لا فضل او سلامتى درکړى.</verse>
				<verse number="8">د ټولو نه اول زۀ د عيسىٰ مسيح په نوم ستاسو دپاره د خپل خُدائ پاک شُکر ادا کوم ځکه چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو د ايمان خبرې کيږى.</verse>
				<verse number="9">هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ د خپل زړۀ نه خِدمت کوم او د هغۀ د زوئ زيرے خوروم، هغه خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ تاسو مسلسل په خپلو دُعاګانو کښې يادوم.</verse>
				<verse number="10">او همېشه دا سوال کوم چې د خُدائ پاک په مرضۍ دې آخر هم زۀ د دې جوګه شم چې تاسو ووينم.</verse>
				<verse number="11">زۀ ستاسو د ليدو خواهشمند يم او دا غواړم چې تاسو ته څۀ روحانى نعمت درکړم چې تاسو پرې قوى او مضبوط شئ،</verse>
				<verse number="12">هغه دا چې په خپلو کښې به يو بل ته په ايمان کښې ډاډ ورکړو.</verse>
				<verse number="13">اے زما وروڼو او خوېندو، زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې ما ډېر ځله تاسو ته د راتلو کوشش کړے دے خو تر اوسه پورې د دې نه منع کړے شوے يم. او زۀ په دې طمع ناست يم چې په تاسو کښې کار وکړم او تاسو د ايمان ملګرى جوړ کړم، لکه څنګه چې مې په نورو غېرو يهوديانو کښې جوړ کړى دى.</verse>
				<verse number="14">زۀ د مهذب او د غېر مهذب خلقو، د عالمانو او د عاميانو، د ټولو احسان مند يم.</verse>
				<verse number="15">ځکه زۀ دا غواړم چې تاسو ته چې په روم کښې يئ، زيرے درورسوم.</verse>
				<verse number="16">زۀ د مسيح د زيرى نه نۀ شرمېږم، ځکه چې د هر چا دپاره چې ايماندار وى دا د خلاصون دپاره د خُدائ پاک قدرت دے، اول د يهوديانو دپاره، بيا د غېر‌يهوديانو دپاره.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې هم د دې نه د خُدائ پاک هغه صداقت څرګنديږى چې د ايمان نه شروع کيږى او په ايمان تر سره کيږى، لکه چې صحيفې وائى، ”څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.“</verse>
				<verse number="18">خو د خُدائ پاک غضب د آسمان نه په هغه ټولو بې‌دينه او بدکارو خلقو نازليږى، څوک چې حقيقت په خپل منافقت سره پټوى.</verse>
				<verse number="19">او هغوئ د خُدائ پاک په حقله د حقيقت نه خبر دى، ځکه چې خُدائ پاک په خپله هغه هغوئ ته ښکاره کړے دے.</verse>
				<verse number="20">د کله نه چې خُدائ پاک دا دُنيا پېدا کړې ده د هغۀ پټ صِفتونه لکه د هغه دائمى او الاهى قوت په هغه ټولو څيزونو کښې ښکارى کوم چې هغۀ پېدا کړى دى. نو ځکه د چا سره هم د خُدائ پاک د نۀ پېژندلو په حقله هيڅ عُذر نشته.</verse>
				<verse number="21">اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بې‌احساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو.</verse>
				<verse number="22">هغوئ د هوښيارتيا دعوىٰ کوله خو هغوئ بې‌عقله وُو.</verse>
				<verse number="23">او هغوئ د ابدى او لوئ خُدائ پاک په ځائ د فانى انسان، د مارغانو، د ځناورو او مارانو په شکل څيزونو عبادت وکړو.</verse>
				<verse number="24">هم په دې وجه خُدائ پاک هغوئ د خپل نفس ناپاکه خواهشاتو ته پرېښودل، او آخر دا چې هغوئ په خپلو کښې ځانونه يو تر بله وشرمول،</verse>
				<verse number="25">ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک حقيقت په دروغو بدل کړو او د مخلوق عبادت او خِدمت يې د هغه خالِق په ځائ وکړو، څوک چې تل تر تله د حمد لائق دے، آمين.</verse>
				<verse number="26">نو ځکه خُدائ پاک هغوئ بې‌شرمه شهوتونو ته پرېښودل. د هغوئ ښځو د فطرى جنسى عمل په ځائ غېر فطرى جنسى عمل خپل کړو.</verse>
				<verse number="27">او د هغوئ سړو هم دغه شان د ښځو سره د فطرى جنسى عمل په ځائ د يو بل سره بدکارى راواخسته او سړو د سړو سره شرمناک کارونه وکړل، او اَنجام يې دا چې په خپله يې د دې ګمراهۍ بدله او سزا وموندله</verse>
				<verse number="28">او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى.</verse>
				<verse number="29">هغوئ د هر قِسم بې‌اِنصافۍ، بدۍ، لالچ او بدو خواهشاتو نه ډک شول. او هغوئ د حسد، قتل، جګړې، ټګۍ او بُغض نه ډک دى. پشى شا خبرې کوونکى</verse>
				<verse number="30">غېبت کوونکى، د خُدائ پاک نه نفرت کوونکى، بد سره، مغروره او لافې کوونکى دى. دوئ ورانے جوړوى او د مور پلار نافرمانه دى.</verse>
				<verse number="31">دوئ کم عقل، بې‌ايمانه، بې‌رحمه، ظلم کوونکى دى.</verse>
				<verse number="32">د خُدائ پاک په دې فرمان هغوئ ښۀ خبر دى چې هغه څوک چې داسې عمل کوى، هغوئ د مرګ لائق دى خو بيا هم هغوئ داسې کوى. هغوئ نۀ صرف دا کوى بلکې داسې کوونکو ته شاباسے هم ورکوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">اے دوستانو، تاسو چې بل څوک مجرموئ، تاسو هر څوک چې يئ، تاسو سره هيڅ عُذر نشته. کله چې تاسو بل څوک مجرموئ نو په دې سره تاسو خپل ځان مجرموئ ځکه چې هم هغه کارونه تاسو په خپله کوئ.</verse>
				<verse number="2">اوس مونږ ته پته ده څوک چې داسې کارونه کوى نو خُدائ پاک په اِنصاف سره د هغوئ عدالت کوى.</verse>
				<verse number="3">نو کله چې تاسو نور په داسې کارونو مجرموئ، او بيا تاسو په خپله هم هغه کارونه کوئ نو ولې تاسو دا سوچ کوئ چې ګنې تاسو به د خُدائ پاک د عدالت نه بچ شئ څۀ؟</verse>
				<verse number="4">او يا دا چې تۀ د هغۀ د لوئې مهربانۍ، د زغم، او د صبر پېمانه سپکه ګڼې څۀ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د خُدائ پاک د مهربانۍ وجه دا ده چې تاسو توبه وباسئ؟</verse>
				<verse number="5">بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى.</verse>
				<verse number="6">هغه به هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکړى.</verse>
				<verse number="7">څوک چې په صبر سره ښۀ کوى او د جلال او د عزت او د نۀ ختمېدونکى ژوند لټون کوى، هغوئ ته به خُدائ پاک د تل ژوندون ورکړى.</verse>
				<verse number="8">خو هغوئ څوک چې خود غرضه دى او د حق نه منکر دى او غلط کارونه کوى، په هغوئ به قهر او غضب نازل شى.</verse>
				<verse number="9">د هغوئ ټولو دپاره به مصيبت او تکليفونه وى څوک چې بدکاره وى، اول د يهودى او بيا د غېر يهودى دپاره.</verse>
				<verse number="10">خو د ټولو نېکى کوونکو دپاره جلال او عزت او سلامتى ده، اول د يهودى او بيا د غېر يهودى دپاره.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.</verse>
				<verse number="12">هغوئ ټولو چا چې د موسىٰ د شريعت نه بغېر ګناه کړې وى، نو هغوئ به د شريعت نه بغېر هلاک شى، او هغوئ ټولو چا چې د شريعت د لاندې ګناه کړې وى، هغوئ به د شريعت د لاندې سزا مومى.</verse>
				<verse number="13">ځکه چې نۀ صرف د شريعت په اورېدو بلکې په هغې د عمل کولو په وسيله سړے د خُدائ پاک په نظر کښې صادق کيږى.</verse>
				<verse number="14">هغه غېر‌يهوديان چې د شريعت نه ناخبره وى او په قدرتى توګه هغه څۀ کوى څۀ چې په شريعت کښې وى، کۀ څۀ هم چې د هغوئ سره شريعت نشته، خو د هغوئ عمل ورته شريعت دے.</verse>
				<verse number="15">نو هغوئ دا ښکاره کوى څۀ چې په شريعت کښې دى هغه د هغوئ په زړُونو ليکلى دى. د هغوئ ضمير د هغې ګواهى ورکوى او د هغوئ خيالونه به هغوئ ملامتوى او يا به د هغوئ دفاع کوى.</verse>
				<verse number="16">دا هغه زيرے دے چې زۀ يې تاسو ته اوروم، هغه ورځ راتلونکى ده چې خُدائ پاک به د عيسىٰ مسيح په وسيله د خلقو د پټو خيالونو عدالت وکړى.</verse>
				<verse number="17">خو کۀ تاسو ځان ته يهوديان وايئ او په شريعت ټينګ ولاړ يئ او خُدائ پاک سره په خپل تعلق فخر کوئ،</verse>
				<verse number="18">او تاسو ته د هغۀ رضا معلومه ده او د ښو او بدو نه خبر يئ، دا ځکه چې تاسو ته په شريعت کښې دا تعليم درکړے شوے دے،</verse>
				<verse number="19">او ستاسو په دې يقين دے چې تاسو د ړندو لارښودونکى يئ او د هغوئ دپاره رڼا يئ څوک چې په تيارۀ کښې دى،</verse>
				<verse number="20">او تاسو د کم عقلو معلِم او د ماشومانو اُستاذان يئ، ځکه چې په شريعت کښې تاسو د عِلم او د حقيقت مالِکان يئ،</verse>
				<verse number="21">نو بيا تاسو چې نورو ته تعليم ورکوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله تعليم نۀ زده کوئ؟ تاسو خو دا تعليم ورکوئ چې غلا مۀ کوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله غلا کوئ؟</verse>
				<verse number="22">تاسو وايئ چې زنا مۀ کوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله زنا کوئ؟ تاسو چې بُتان پليت ګڼئ، نو بيا ولې تاسو بُت‌خانې لوټ کوئ؟</verse>
				<verse number="23">سره د دې چې تاسو په شريعت فخر کوئ نو بيا ولې تاسو د شريعت په ماتولو د خُدائ پاک سپکاوے کوئ؟</verse>
				<verse number="24">ځکه څنګه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”هم ستاسو په وجه به غېر‌يهوديانو کښې د خُدائ پاک د نوم سپکاوے وشى.“</verse>
				<verse number="25">سنت کېدل فائده مند دى خو چې تاسو په شريعت عمل کوئ، خو کۀ تاسو چرې په شريعت عمل نۀ کوئ نو ستاسو سنت داسې دے لکه بې‌سنته.</verse>
				<verse number="26">نو کۀ يو ناسنته په شريعت عمل کوى نو ولې هغه ناسنته به سنت شوى ونۀ ګڼلے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="27">هغه به ناسنته وى خو په شريعت د عمل کولو په وجه به تاسو د هغۀ په مقابله کښې مجرم کړے شئ ځکه چې تاسو سره ليکلے شوے شريعت موجود دے او سنت شوى يئ خو د دې باوجود هم شريعت ماتوئ.</verse>
				<verse number="28">يو انسان په ظاهرى نښو رښتونے يهودى کېدے نۀ شى او نۀ صحيح سنت کېدل په جسم کښې ښکاره نښې ته وائى.</verse>
				<verse number="29">خو صحيح يهودى هغه دے چې څوک په باطن کښې وى او رښتونے سنت د زړۀ سنت کېدل دى، دا روحانى خبره ده او د ليکلے شوى شريعت سره يې څۀ تعلق نشته. او د داسې کس صِفت د مخلوق نه نه، بلکې د خُدائ پاک د خوا نه کيږى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">نو بيا يهودى په غېر يهودى باندې څۀ غوره والے لرى؟ او يا د سنت کېدلو فائده څۀ ده؟</verse>
				<verse number="2">په هر لحاظ سره ډېره فائدې لرى. د ټولو نه اوله دا چې د خُدائ پاک کلام يهوديانو ته حواله شو.</verse>
				<verse number="3">دا رښتيا خبره چې په دوئ کښې ځينې بې‌وفا وُو، خو ولې د دوئ بې‌وفائى به د خُدائ پاک وفادارى ختمه کړى؟</verse>
				<verse number="4">نه، هيڅکله نه. کۀ چرې هر بنى آدم دروغژن وى خو خُدائ پاک به همېشه رښتونے وى، لکه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتونے وګرځې او په خپل عدالت کښې دې کامياب شې.“</verse>
				<verse number="5">خو کۀ چرې ځينې خلق داسې وائى چې زمونږ بدکارى د خُدائ پاک د اِنصاف د ښکاره کولو سبب کېدے شى، نو بيا مونږ په دې کښې څۀ وئيلے شُو؟ ولې دا د خُدائ پاک بې‌اِنصافى ده چې خُدائ پاک په مونږ غضب نازلوى؟ زۀ دا د يو انسان په توګه وايم.</verse>
				<verse number="6">نه، هيڅکله نه. کۀ چرې خُدائ پاک اِنصاف کوونکے نۀ وى، نو بيا به هغه د دُنيا عدالت څنګه وکړى؟</verse>
				<verse number="7">خو کۀ چرې زما د دروغو په وجه د خُدائ پاک حقيقت او د هغۀ لوئى ښکاره کيږى نو ولې بيا زۀ اوس هم د ګناه ګار په توګه مجرم ګڼلے شم؟</verse>
				<verse number="8">لکه څنګه چې ځينې خلق په مونږ دا اِلزام لګوى چې مونږ خلقو ته داسې وايو چې، راځئ چې مونږ بد وکړو چې نېکى ترې پېدا شى، نو کوم خلق چې په مونږ داسې اِلزام لګوى هغوئ د سزا لائق دى.</verse>
				<verse number="9">نو مونږ بيا څۀ وئيلے شُو؟ ولې مونږ د نورو نه ښۀ يو څۀ؟ نه، بلکل نه. ځکه چې مونږ د مخکښې نه دا اِلزام لګولے دے چې يهوديان او غېر‌يهوديان دواړه يو شان د ګناه په قبضه کښې دى.</verse>
				<verse number="10">لکه چې صحيفې وائى چې، ”څوک هم صادق نۀ دے، بلکل يو کس هم نشته.</verse>
				<verse number="11">داسې څوک هم نشته چې هوښيار وى، داسې هيڅوک نشته چې د خُدائ پاک لټون کوى.</verse>
				<verse number="12">ټول اوړېدلى دى، او ټول بې‌کاره شوى دى. يو هم نيک کار نۀ کوى، يو کس هم نشته.</verse>
				<verse number="13">د هغوئ مرۍ د پرانستى قبرونو په شان دى، هغوئ د خپلو ژبو سره دوکې ورکوى، د هغوئ د شونډو لاندې د مارانو زهر پراتۀ دى.</verse>
				<verse number="14">د هغوئ خولې د لعنتونو نه او د ترخو خبرو نه ډکې دى.</verse>
				<verse number="15">د هغوئ پښې د وينې د تويولو دپاره په منډه دى.</verse>
				<verse number="16">تباهۍ او بربادۍ د هغوئ په لارو کښې دى.</verse>
				<verse number="17">هغوئ د سلامتۍ د لارې نه نا آشنا دى.</verse>
				<verse number="18">هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى.“</verse>
				<verse number="19">اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.</verse>
				<verse number="20">ځکه چې يو بنى آدم به هم په شريعت د عمل کولو په وجه د خُدائ پاک په وړاندې صادق نۀ وى ځکه چې د شريعت په وسيله ګناه پېژندلے کيږى.</verse>
				<verse number="21">خو اوس د شريعت نه بغېر د خُدائ پاک صداقت څرګند کړے شوے دے او شريعت او نبيان دواړه د دې تصديق کوى.</verse>
				<verse number="22">لار دا ده چې عيسىٰ مسيح باندې ايمان راوړلو سره خُدائ پاک مونږ صادقان جوړوى، دا لار د ټولو دپاره ده، په هيچا کښې هم فرق نشته.</verse>
				<verse number="23">ځکه چې ټولو ګناه کړې ده او د خُدائ پاک د لويئ نه محروم دى.</verse>
				<verse number="24">خو هغوئ د خُدائ پاک په فضل سره مفت صادق شول د هغه خلاصون په وسيله چې په عيسىٰ مسيح کښې دے.</verse>
				<verse number="25">ځکه چې خُدائ پاک مسيح د دې دپاره مقرر کړے وو چې د هغۀ د قربانۍ په کفاره او په هغۀ د ايمان په وسيله ګناهونه ووينځى. او هغۀ دا کار د دې دپاره وکړو چې خپل صداقت ښکاره کړى. ځکه چې خُدائ پاک صابر دے او په تېرو شوو ګناهونو يې څۀ غم غرض ونۀ کړو،</verse>
				<verse number="26">د دې دپاره چې په دې زمانه کښې دا خبره ثابته او ښکاره کړى چې هغه په خپله صادق دے او هر هغه سړے صادق حسابوى چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان وى.</verse>
				<verse number="27">نو بيا مونږ په دې فخر وکړو چې د خُدائ پاک په نزد ګنې مونږ ښۀ کار کړے دے؟ نه، مونږ په دې فخر نۀ شُو کولے ځکه چې زمونږ صداقت د شريعت په بنياد نه بلکې د ايمان په وسيله دے.</verse>
				<verse number="28">ځکه مونږ دا وايو چې خُدائ پاک بنى آدم د ايمان په وسيله صادق کوى، نۀ چې د شريعت په کارونو.</verse>
				<verse number="29">ولې خُدائ پاک يواځې د يهوديانو خُدائ پاک دے؟ ولې هغه د غېر‌يهوديانو خُدائ پاک نۀ دے څۀ؟ بې‌شکه هغه د غېر‌يهوديانو خُدائ پاک هم دے.</verse>
				<verse number="30">ځکه چې خُدائ پاک يو دے او هغه به سنت شوى د ايمان په وسيله او ناسنته هم د ايمان په وسيله صادق کړى.</verse>
				<verse number="31">نو بيا ولې مونږ د ايمان په وسيله شريعت شا ته غورزوو؟ هيڅکله نه، بلکې مونږ خو شريعت نور هم مضبوطوو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">نو بيا مونږ د اِبراهيم په حقله چې په جسمانى طور زمونږ نيکۀ وو څۀ وئيلے شُو چې د صادق کېدلو دپاره هغۀ کومه تجربه حاصله کړه؟</verse>
				<verse number="2">ځکه کۀ چرې اِبراهيم په خپلو نېکو اعمالو کښې صادق وو نو بيا يې فخر په ځائ دے، خو د خُدائ پاک په وړاندې نه.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې صحيفې وائى چې، ”اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو او هغه ايمان د هغۀ په صداقت حساب شو.“</verse>
				<verse number="4">نو اوس کۀ يو سړے څۀ کار وکړى نو د هغۀ مزدورى ورته په اجر کښې نۀ حسابيږى، دا خو د هغۀ حق دے.</verse>
				<verse number="5">خو کۀ څوک بغېر د عمل نه په هغۀ ايمان ولرى څوک چې بې‌دينه صادقوى نو دغه ايمان هغۀ ته په صداقت حساب دے.</verse>
				<verse number="6">هم دغه شان داؤد د هغه سړى د خوشحالۍ ذکر کوى څوک چې خُدائ پاک بې د عمل نه صادق کړے دے،</verse>
				<verse number="7">”بختور دى هغوئ د چا نافرمانى چې معاف شوه، او د چا په ګناهونو چې پړده واچولے شوه.</verse>
				<verse number="8">بختور هغه کس دے د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى.“</verse>
				<verse number="9">ولې دا خوشحالى تش د سنت شوو دپاره ده، يا دا د ناسنتو دپاره هم ده؟ مونږ وايو چې، ”د اِبراهيم ايمان په صداقت حساب شو.“</verse>
				<verse number="10">نو هغۀ ته دا څنګه حساب کړے شو؟ ولې هغه په هغه وخت کښې سنت وو کۀ نه؟ نه، هغه ناسنته وو.</verse>
				<verse number="11">هغۀ ته د سنت نښه د صداقت د مهر په طور مِلاو شوه کومه چې هغۀ د ايمان په وسيله حاصله کړه ځکه چې هغه لا ناسنته وو. د دې مطلب دا وو چې هغه د هغوئ ټولو هم نيکۀ شى چا چې بغېر د سنت کېدو نه ايمان راوړو او هم په دې وجه هغوئ صادق وګڼلے شول.</verse>
				<verse number="12">او هغه د سنت شوو خلقو هم نيکۀ دے نۀ يواځې دا چې سنت شوى دى، بلکې چې زمونږ د نيکۀ اِبراهيم غوندې ايمان ولرى، يعنې هغه ايمان چې اِبراهيم لا د سنت کېدلو نه مخکښې لرلو.</verse>
				<verse number="13">خُدائ پاک د اِبراهيم او د هغۀ اولاد سره د دُنيا د وارث کېدو لوظ په شريعت د عمل کولو په وسيله ونۀ کړو بلکې د صداقت په بنياد يې وکړو چې په ايمان حاصليږى.</verse>
				<verse number="14">ځکه کۀ هغوئ د شريعت په وسيله وارثان کيږى نو بيا ايمان بې‌ځايه دے او وعده بې‌فائدې ده.</verse>
				<verse number="15">ځکه چې شريعت خو سزا اعلانوى، خو چرته چې شريعت نشته نو هلته د شريعت ماتول هم نشته.</verse>
				<verse number="16">نو خُدائ پاک د خپل فضل په مطابق دا وعده ځکه وکړه چې اِبراهيم په هغۀ ايمان راوړے وو، د دې دپاره چې د هغۀ فائده د اِبراهيم ټول نسل ته د بخښنې په طور ورسى. نۀ يواځې د هغوئ دپاره چې په شريعت قائم دى، بلکې د هغوئ دپاره هم چې د اِبراهيم په شان ايمان لرى، ځکه چې هغه زمونږ د ټولو پلار دے.</verse>
				<verse number="17">لکه چې صحيفې وائى چې، ”ما تۀ د ډېرو قومونو پلار جوړ کړے يې.“ د هغه خُدائ پاک په حضور کښې په چا چې د هغۀ ايمان وو، څوک چې مړى بيا راژوندى کوى او نشت شتۀ کوى.</verse>
				<verse number="18">بيا هغۀ په نااُميدۍ کښې اُميد وساتلو، او د هغۀ دا ايمان وو چې هغه به د ډېرو قومونو پلار شى، د هغه کلام په مطابق چې هغۀ ته وئيلے شوے وو چې، ”ستا اولاد به بې‌شمېره وى.“</verse>
				<verse number="19">د ايمان د څۀ کمزورۍ نه بغېر هغۀ د خپل وجود لکه د مړى په شان کمزورۍ ته فکر ونۀ کړو ځکه چې هغه خواوشا د سلو کالو بوډا وو او ساره هم شنډه وه.</verse>
				<verse number="20">خو هغه د خُدائ پاک په لوظ شکمن نۀ شو بلکې په خپل ايمان کښې نور هم مضبوط شو او خُدائ پاک ته يې جلال ورکړو.</verse>
				<verse number="21">هغه په دې خبره پوره مطمئن وو چې خُدائ پاک خپل کړے لوظ پوره کولے شى.</verse>
				<verse number="22">نو ځکه دا ايمان اِبراهيم ته په صداقت حساب شو.</verse>
				<verse number="23">دا خبرې چې هغه صادق وګڼلے شو يواځې د اِبراهيم دپاره نۀ وې ليکلے شوې،</verse>
				<verse number="24">بلکې زمونږ دپاره هم وې ځکه چې هغه به مونږ هم صادق وګڼى کۀ مونږ په هغۀ ايمان وساتو چا چې زمونږ مالِک عيسىٰ له مړو نه بيا راژوندے کړو،</verse>
				<verse number="25">هغه څوک چې زمونږ د نافرمانو په وجه مرګ ته حواله شو او زمونږ د صادق کولو دپاره بيا راژوندے شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده،</verse>
				<verse number="2">د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک په فضل کښې هغه ځائ وموندو چرته چې اوس مونږ يُو، او مونږ د خُدائ پاک د لويئ په اُميد کښې خوشحالى کوُو.</verse>
				<verse number="3">نۀ صرف دا بلکې مونږ په خپلو تکليفونو هم خوشحالى کوُو، ځکه چې مونږ ته دا معلومه ده چې تکليفونه د برداشت طاقت پېدا کوى،</verse>
				<verse number="4">او برداشت نه اخلاق پېدا کيږى، او اخلاق نه اُميد پېدا کيږى،</verse>
				<verse number="5">او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى، ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.</verse>
				<verse number="6">ځکه کله چې مونږ لا بې‌وسه وُو، نو مسيح په صحيح وخت کښې د بې‌دينو دپاره خپل ځان قربان کړو.</verse>
				<verse number="7">د يو صادق انسان دپاره به په مشکله څوک خپل ځان قربان کړى. خو کېدے شى چې د يو نېک او مهربانه کس دپاره څوک خپل ځان قربان کړى.</verse>
				<verse number="8">خو خُدائ پاک خپله مينه مونږ ته داسې ثابته کړه، چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو.</verse>
				<verse number="9">مونږ چې د مسيح د وينې په وسيله صادقان شُو، نو دا نوره هم يقينى شوه چې مونږ به د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک د غضب نه هم بچ شُو.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې کله مونږ د خُدائ پاک دشمنان وُو نو مونږ د هغۀ د زوئ د مرګ په وسيله ورسره رضا شُو، او د دې نه زيات، د هغۀ د زوئ د ژوند په وسيله به بچ شُو.</verse>
				<verse number="11">خو مونږ د دې نه زيات د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله په خُدائ پاک فخر کوُو د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک سره رضا شوى يُو.</verse>
				<verse number="12">نو څنګه چې ګناه د يو انسان په وسيله دُنيا ته راغله، او د ګناه په وسيله مرګ راغلو. او دغه شان مرګ په ټول انسانى نسل قبضه وکړه، ځکه چې ټولو بنى آدمو ګناه وکړه.</verse>
				<verse number="13">د شريعت نه وړاندې ګناه دُنيا ته راغلې وه، خو چې کله شريعت نۀ وى نو ګناه هم ګناه نۀ حسابيږى.</verse>
				<verse number="14">خو د آدم نه تر موسىٰ پورې مرګ په دُنيا غالب وو په هغه چا هم چې د آدم په شان ګناه يې نۀ وه کړې، آدم د راتلونکى عيسىٰ دپاره يو نمونه وو.</verse>
				<verse number="15">خو د آدم د نافرمانۍ او د خُدائ پاک په فضل کښې لوئ فرق دے. ځکه چې د دې يو انسان يعنې د آدم نافرمانۍ په ټولو مرګ نازل کړو خو د خُدائ پاک فضل او بخښنه د دې نه لويه ده ځکه چې د يو انسان يعنې عيسىٰ مسيح په وسيله يې هر چا ته ورکړه.</verse>
				<verse number="16">او بيا دا چې د خُدائ پاک د فضل او د آدم د نافرمانۍ په نتيجه کښې غټ فرق دے ځکه چې د آدم نافرمانۍ دُنيا مجرمه کړه، کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر ګناه ګار وُو خو د خُدائ پاک فضل مونږ د هغۀ سره پخلا کړو.</verse>
				<verse number="17">کۀ چرې د يو سړى په نافرمانۍ د مرګ بادشاهى شوه، نو د خُدائ پاک فضل به د دې په مقابله کښې ډېر زيات وى او د هغۀ د صداقت بخښنه به ژوندون وى، د هغه يو سړى په وسيله چې عيسىٰ مسيح دے.</verse>
				<verse number="18">نو بيا دا چې د يو سړى د نافرمانۍ په وجه ټول خلق مجرمان شول نو د يو سړى د صداقت په وجه ټول خلق راستباز کېدے شى او ژوندون هم حاصلولے شى.</verse>
				<verse number="19">ځکه چې د يو سړى په نافرمانۍ ډېر ګناه ګار شول نو هم دغه شان د يو سړى په فرمانبردارۍ به ډېر صادقان هم شى.</verse>
				<verse number="20">خو شريعت ځکه راغلو چې خلقو ته پته ولګى چې هغوئ څومره ګناهګار دى. خو چرته چې نافرمانى زياته شى نو هلته فضل د هغې نه نور هم زيات شى.</verse>
				<verse number="21">ځکه څنګه چې ګناه د مرګ په وسيله خپله بادشاهى قائمه کړه، دغه شان د خُدائ پاک فضل هم د صداقت په وسيله خپله بادشاهى کوى چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ د تل ژوندون طرف ته بوځى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">نو بيا مونږ په دې کښې څۀ ووايو؟ ولې مونږ دې په ګناهونو کښې اخته يُو د دې دپاره چې فضل نور هم زيات شى؟</verse>
				<verse number="2">نه، هيڅکله نه. مونږ خو ګناه ته مړۀ شوى يُو نو بيا څنګه په ګناه کښې ژوند تېرولے شُو؟</verse>
				<verse number="3">ولې تاسو ته پته نشته چې کله مونږ ټولو په عيسىٰ مسيح کښې بپتسمه واخسته نو مونږ د هغۀ په مرګ کښې هم شامل شُو؟</verse>
				<verse number="4">نو ځکه مونږ د هغۀ سره په بپتسمه کښې ښخ شُو او ورسره مړۀ شُو، نو چې څنګه مسيح د پلار په جلال کښې د مړو نه راپورته شو نو مونږ هم په نوى ژوندون کښې ورسره شامل شُو.</verse>
				<verse number="5">نو کۀ مونږ د هغۀ په مرګ کښې د هغۀ سره شامل يُو نو بيا به مونږ د هغۀ سره په نوې ژوندون کښې هم شامل يُو.</verse>
				<verse number="6">مونږ په دې پوهه يُو چې زمونږ زوړ انسانيت د مسيح سره په سولۍ کړے شو نو په مونږ کښې د ګناه اثر ختم شو او نور د ګناه په قبضه کښې نۀ يُو او د دې دپاره چې مونږ نور د ګناه غلامان نۀ شُو.</verse>
				<verse number="7">ځکه هر څوک چې مړ شى نو هغه د ګناه د اثر نه آزاد شى</verse>
				<verse number="8">خو کۀ مونږ د مسيح سره مړۀ شُو نو زمونږ هم دا ايمان دے چې مونږ به د هغۀ سره ژوندى شُو.</verse>
				<verse number="9">مونږ ته دا معلومه ده چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے شوے دے، او بيا به هيڅکله مړ نۀ شى، او د مرګ په هغۀ باندې نور هيڅ واک اختيار نشته.</verse>
				<verse number="10">کله چې هغه مړ شو نو هغه د ټولو د ګناه دپاره يو ځل مړ شو خو اوس چې هغه ژوندے دے خُدائ پاک ته د جلال ورکولو دپاره ژوندے دے.</verse>
				<verse number="11">نو تاسو هم خپل ځانونه ګناه ته مړۀ وګڼئ او په عيسىٰ مسيح کښې په شاملېدو سره يې خُدائ پاک ته ژوندى وګڼئ.</verse>
				<verse number="12">نو ځکه تاسو خپل ځان ګناه ته مۀ پرېږدئ چې په تاسو حکومت وکړى او چې تاسو د نفس تابع کړى.</verse>
				<verse number="13">نور تاسو د خپل وجود اندامونه ګناه ته د بدکارۍ د ساز و سامان په طور مۀ وړاندې کوئ بلکې خپل ځانونه خُدائ پاک ته وړاندې کړئ د هغوئ په شان څوک چې د مرګ نه بيا راژوندى شوى دى، او خپل اندامونه خُدائ پاک ته د صداقت د ساز و سامان په طور وړاندې کړئ.</verse>
				<verse number="14">نو ګناه به نور په تاسو حکومت نۀ کوى ځکه چې تاسو نور د شريعت د لاندې نۀ يئ بلکې د خُدائ پاک د فضل د لاندې يئ.</verse>
				<verse number="15">نو اوس سوال دا دے، چې مونږ د شريعت د لاندې نۀ يُو او د فضل د لاندې يُو نو ولې بيا مونږ دې ګناه کوُو؟ نه، هيڅکله نه.</verse>
				<verse number="16">نو بيا تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې تاسو کوم مالِک ته ځان وقف کړئ او د هغۀ فرمانبردار شئ نو بيا تاسو د هغۀ غلامان شوئ؟ او تاسو به په دوئ کښې د يو غلامان يئ، يا د ګناه چې اَنجام يې مرګ دے، يا د خُدائ پاک فرمانبردارى چې اَنجام يې صداقت دے.</verse>
				<verse number="17">نو د خُدائ پاک شُکر دے چې تاسو په يو وخت کښې د ګناه غلامان وئ خو اوس د زړۀ د اخلاصه د هغۀ د تعليم فرمانبردار شوئ کوم چې تاسو ته په حواله شوے دے.</verse>
				<verse number="18">اوس تاسو د ګناه نه آزاد کړے شوئ او د صداقت غلامان شوئ.</verse>
				<verse number="19">زۀ ستاسو د انسانى کمزورتياو په سبب په ساده الفاظو کښې وايم. لکه څنګه چې تاسو يو ځلې خپل ځانونه د ناپاکۍ او بې‌شرعې کارونو دپاره غلامان کړى وُو، نو دغه شان يې اوس د صداقت دپاره هم غلامان کړئ، چې مقدس شئ.</verse>
				<verse number="20">کله چې تاسو د ګناه غلامان وئ نو تاسو بيا د صداقت د پابندۍ نه آزاد وئ.</verse>
				<verse number="21">په کوم کردار چې اوس تاسو شرمېږئ او اَنجام يې مرګ دے، نو د هغې فائده څۀ وه؟</verse>
				<verse number="22">خو اوس تاسو د ګناه د غلامۍ نه آزاد يئ او د خُدائ پاک غلامان جوړ شوئ، د دې فائده دا ده چې تاسو خُدائ پاک ته وقف شوئ چې اَنجام يې د تل ژوندون دے.</verse>
				<verse number="23">ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">زما وروڼو او خوېندو، تاسو نۀ پوهېږئ څۀ؟ زۀ هغوئ ته وايم څوک چې د شريعت نه واقف وى يو کس تر هغې د شريعت پابند دے ترڅو چې هغه ژوندے وى.</verse>
				<verse number="2">د مِثال په طور په شريعت کښې يوه وادۀ شوې ښځه تر هغې د خپل خاوند پابنده ده ترڅو چې د هغې خاوند ژوندے وى، خو کۀ د هغې خاوند مړ شى نو بيا هغه د وادۀ د شرعى پابندو نه خلاصه شى.</verse>
				<verse number="3">نو په دې وجه کۀ هغه د خپل خاوند په ژوندانۀ د بل سړى سره اوسيږى نو هغه به زناکاره ګڼلے شى، خو کۀ چرې د هغې خاوند مړ شى نو هغه د شريعت په مطابق آزاده ده، او کۀ هغه بيا د بل سړى سره وادۀ وکړى نو هغه زناکاره نۀ ده.</verse>
				<verse number="4">نو زما وروڼو او خوېندو، هم په دې وجه په تاسو کښې د شريعت اثر ختم شو کله چې تاسو مسيح سره مړۀ شوئ. نو اوس تاسو د هغه چا سره شامل شوئ څوک چې د مړو نه بيا راژوندے شوے دے، نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک دپاره د نېک کردار مېوه ونيسو.</verse>
				<verse number="5">کله چې مونږ د خپل انسانى فطرت په مطابق ژوند تېرولو نو شريعت مونږ نفسانى شهوت ته ترغيبولو او دې نفسانى خواهشاتو په مونږ کښې کار کولو چې نتيجه يې مرګ ده.</verse>
				<verse number="6">خو اوس مونږ د شريعت نه آزاد يُو او د هغۀ د اثر رسوخ دپاره مړۀ شوى يُو او نور د هغې پابند نۀ يُو. نو اوس زمونږ خِدمت د زوړ ليکلے شوے شريعت په مطابق نه بلکې په نوې روحانى طريقې سره ژوند تېروو.</verse>
				<verse number="7">نو مونږ به بيا څۀ ووايو؟ ولې شريعت ګناه ده څۀ؟ يقيناً چې نه. خو کۀ شريعت نۀ وے نو زۀ به په ګناه پوهه شوے نۀ وے، ولې چې ما به دا هيڅکله هم نۀ وے پېژندلے چې لالچ څۀ شے وى، کۀ چرې شريعت دا نۀ وے وئيلے چې، ”تاسو لالچ هم مۀ کوئ.“</verse>
				<verse number="8">خو هم د دې حُکم په وسيله ګناه ته داسې موقع په لاس ورغله چې په ما کښې يې هر قِسمه لالچ پېدا کړو. ځکه چې د شريعت نه بغېر ګناه مړه ده.</verse>
				<verse number="9">يو وخت داسې وو چې زۀ د شريعت په غېر موجودګۍ کښې ژوندے وم، خو هر کله چې حُکم راغے نو ګناه ژوندۍ شوه او زۀ مړ شوم.</verse>
				<verse number="10">او کوم حُکم چې زما د ژوند دپاره وعده وو، زما دپاره مرګ ثابت شو.</verse>
				<verse number="11">خو هم د دې حُکم په وسيله ګناه ته داسې موقع په لاس ورغله او زۀ يې دوکه کړم او د دې په وسيله يې مړ کړم.</verse>
				<verse number="12">نو شريعت پاک دے او حُکمونه يې هم پاک دى او صادق او ښۀ دى.</verse>
				<verse number="13">ولې څۀ چې ښۀ دى نو هغه زما دپاره مرګ دے؟ نه، هيڅکله نه. دا خو ګناه وه چې زۀ يې د ښۀ څيز په وسيله ووژلم او هم په دې شان ګناه خپل اصلى شکل ښکاره کړو، او دغه شان د حکم په وسيله ګناه د نور کله نه زياته بده شوه.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې مونږ پوهيږو چې شريعت روحانى دے خو زۀ غېر روحانى يم او په ګناه لکه د غلام خرڅ شوے يم.</verse>
				<verse number="15">زۀ په خپلو کارونو نۀ پوهېږم. ځکه چې زۀ څۀ کول غواړم، هغه نۀ کوم، بلکې هغه کارونه کوم چې ترې نفرت کوم.</verse>
				<verse number="16">اوس کۀ زۀ هغه کوم څۀ چې نۀ غواړم، نو زۀ منم چې شريعت ښۀ دے.</verse>
				<verse number="17">خو په حقيقت کښې د هغې کوونکے زۀ نۀ يم بلکې هغه ګناه ده چې په ما کښې موجوده ده.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې زۀ په دې پوهېږم چې زما د ګناه په فطرت کښې هيڅ نېکى نشته، او اګر چې زۀ د نېکۍ کولو خواهش کوم خو کولے يې نۀ شم.</verse>
				<verse number="19">نو چې زۀ څۀ نېکى کول غواړم، هغه نۀ کوم، خو چې زۀ څۀ بد کول نۀ غواړم، هغه کوم.</verse>
				<verse number="20">اوس زۀ چې څۀ کول نۀ غواړم هغه کوم، نو د دې کوونکے زۀ نۀ يم بلکې هغه ګناه ده چې په ما کښې موجوده ده.</verse>
				<verse number="21">نو بيا زۀ په دې اصُولو پوهه شوم چې کله زۀ نېکى کول غواړم نو بدى زما د لاسه وشى.</verse>
				<verse number="22">زۀ په باطن کښې د خُدائ پاک په شريعت خوشحاله يم.</verse>
				<verse number="23">خو يو بل شريعت په ما کښې دے چې زما د عقل سره په جنګ دے او د دې طاقت ما د هغه ګناه غلام جوړوى چې تر اوسه په ما کښې ده.</verse>
				<verse number="24">نو زۀ څومره بدنصيبه سړے يم. چې دا بدن ما مرګ ته حواله کوى نو بيا څوک ما بچ کولے شى؟</verse>
				<verse number="25">خو د خُدائ پاک شُکر دے چا چې زۀ د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله بچ کړم. نو بيا زۀ خو په خپل عقل سره د خُدائ پاک د شريعت خِدمت کوم خو د ګناه په فطرت کښې زۀ د ګناه د شريعت غلام يم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.</verse>
				<verse number="2">ځکه چې د روح شريعت چې په عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته ژوندون راکوى هغې مونږ د ګناه او د مرګ د شريعت نه آزاد کړى يُو.</verse>
				<verse number="3">او هغه څۀ چې شريعت نۀ شُو پوره کولے ځکه چې زمونږ د ګناه فطرت کمزورے وو، نو خُدائ پاک داسې وکړل چې خپل زوئ يې په ګناه ګار انسانى وجود کښې راولېږلو او د ګناه کفاره يې کړو. او دغسې هغۀ ګناه په انسانى فطرت کښې مجرمه کړه،</verse>
				<verse number="4">نو چې د شريعت صحيح تقاضا په مونږ کښې پوره شى چې بيا د روح په مطابق ژوند تېروو، نه چې د ګناه د فطرت په مطابق.</verse>
				<verse number="5">څوک چې د ګناه د فطرت په اختيار کښې دى هغوئ د ګناه سوچ لرى خو څوک چې د روح په اختيار کښې دى هغوئ روحانى سوچ لرى.</verse>
				<verse number="6">د ګناه د فطرت د سوچ لرلو اَنجام مرګ دے خو په روح پسې د تلو اَنجام ژوندون او سلامتى ده.</verse>
				<verse number="7">ځکه چې د ګناه فطرت د خُدائ پاک مخالف دے او نۀ د خُدائ پاک د شريعت تابعدار دے او نۀ کېدے شى.</verse>
				<verse number="8">څوک چې د ګناه د فطرت په مطابق اوسيږى، هغوئ خُدائ پاک رضا کولے نۀ شى.</verse>
				<verse number="9">خو تاسو د ګناه فطرت پسې نۀ يئ روان بلکې روح پسې روان يئ، ځکه چې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې اوسى. او په چا کښې چې د مسيح روح نۀ وى نو هغه د مسيح نۀ دے.</verse>
				<verse number="10">خو کۀ چرې مسيح په تاسو کښې اوسى نو کۀ څۀ هم ستاسو وجود د ګناه په وجه مړ شى، خو روح تاسو ته ژوند درکوى ځکه چې روح تاسو د خُدائ پاک سره رضا کړئ.</verse>
				<verse number="11">کۀ چرې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې وى چا چې عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندے کړے دے، نو چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړے دے هغه به ستاسو فانى وجودونو ته هم نوے ژوند ورکړى، د خپل هغه روح په وسيله چې په تاسو کښې اوسى.</verse>
				<verse number="12">نو بيا اے زما وروڼو او خوېندو، په مونږ اوس د ګناه د اختيار هيڅ حق پاتې نۀ شو چې مونږ دې ته مجبور کړى چې مونږ د ګناه په فطرت کښې ژوند تېر کړُو.</verse>
				<verse number="13">ځکه کۀ چرې تاسو د ګناه د فطرت په مطابق ژوند تېر کړئ نو تاسو به مړۀ شئ، خو کۀ چرې د روح په وسيله تاسو د وجود خواهشات مړۀ کړئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې هر څوک چې د خُدائ پاک د روح په هدايت چليږى، هغوئ د خُدائ پاک بچى دى.</verse>
				<verse number="15">ځکه چې تاسو هغه روح نۀ دے حاصل کړے چې تاسو بيا د يرې غلامان کړى، بلکې تاسو د بچو جوړېدو هغه روح حاصل کړو چې د دې په وسيله مونږ ”ابا“ يعنې ”پلار“ وايو.</verse>
				<verse number="16">دا هغه روح دے چې په خپله زمونږ روح سره دا ګواهى ورکوى چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو،</verse>
				<verse number="17">او چې بچى يُو نو وارثان هم يُو. مونږ د خُدائ پاک وارثان او د مسيح په ميراث کښې شريک هم يُو، خو کۀ چرې مونږ د هغۀ سره په جلال کښې شريک يُو نو د هغۀ په تکليف کښې به هم شريک يُو.</verse>
				<verse number="18">زما په دې باور دے چې دا کوم تکليفونه چې مونږ يې اوس زغمو د هغه جلال په مقابله کښې هيڅ نۀ دى کوم چې مونږ ته ملاوېدونکے دے.</verse>
				<verse number="19">ځکه چې ټول کائنات د خُدائ پاک د بچو د ښکاره کېدو دپاره په ډېر شوق سره په طمع دے.</verse>
				<verse number="20">ځکه چې مخلوقات د فنا تابع کړے شول، په خپله رضا نه بلکې د هغه خُدائ پاک په رضا چا چې هغوئ ته دا اُميد ورکړو</verse>
				<verse number="21">چې مخلوقات به په خپله يوه ورځ د فنا کېدو نه آزاد شى او د خُدائ پاک د بچو د جلال په آزادۍ کښې به شامل شى.</verse>
				<verse number="22">مونږ په دې پوهه شو چې ټول کائنات تر اوسه پورې د ماشوم د زيږېدو د درد په شان زبيرګى کوى.</verse>
				<verse number="23">صرف کائنات نه بلکې مونږ هم په زبيرګو کښې يُو چې راته د روح اوله مېوه مِلاو شوې ده، او مونږ په دې اِنتظار کښې يُو چې خُدائ پاک مو په خپل زوئ والى کښې قبول کړى او زمونږ ټول وجود ته خلاصون ورکړى.</verse>
				<verse number="24">نو چې مونږ خلاصون وموندو نو هغه اُميد راته مِلاو شو، خو اوس هغه اُميد چې مونږ ته مِلاو شو نو بيا انتظار د څۀ دپاره کوُو؟</verse>
				<verse number="25">خو کۀ چرې مونږ د هغه څيز اُميد کوُو څۀ چې مونږ نۀ وينو نو مونږ به په صبر سره د دې انتظار وکړُو.</verse>
				<verse number="26">روحُ القُدس هم په دې شان زمونږ په کمزورتياو کښې زمونږ مدد کوى. مونږ په دې هم نۀ پوهيږو چې دُعا څنګه کول په کار دى خو روحُ القُدس په اسويلو کښې زمونږ داسې شفاعت کوى چې په لفظونو کښې نۀ شى بيانېدلے.</verse>
				<verse number="27">او خُدائ پاک څوک چې د زړُونو په رازونو پوهه دے، هغۀ ته دا معلومه ده چې د روحُ القُدس سوچ څۀ دے ځکه چې روحُ القُدس د مقدسينو دپاره د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق شفاعت کوى.</verse>
				<verse number="28">مونږ ته پته ده څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى د هغه خلقو د ښېګړې دپاره هر څۀ په شريکه کار کوى يعنې کوم خلق چې د هغۀ د ارادې په مطابق رابللے شوى دى.</verse>
				<verse number="29">ځکه چې خُدائ پاک هغوئ د مخکښې نه پېژندل او هغوئ يې د مخکښې نه مقرر کړى وُو، چې دوئ دې د هغۀ د زوئ په شان شى، ترڅو چې د هغۀ زوئ په دې ټولو وروڼو کښې اول زوئ وګرځى.</verse>
				<verse number="30">او هم دا د مخکښې نه مقرر کړے شوى هم وُو او هغه څوک چې خُدائ رابللى دى، هغه يې صادقان کړى هم دى، او څوک چې هغۀ صادقان کړى دى، هغوئ ته يې خپل جلال هم ورکړے دے.</verse>
				<verse number="31">نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟</verse>
				<verse number="32">هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟</verse>
				<verse number="33">د خُدائ پاک په غوره کسانو څوک اِلزام لګولے شى؟ ځکه چې په خپله خُدائ پاک مونږ صادق کړى يُو،</verse>
				<verse number="34">نو بيا څوک مونږ مجرمان کولے شى؟ هيڅوک نه، ځکه چې عيسىٰ مسيح زمونږ دپاره مړ شو او زمونږ دپاره د مړو نه بيا راژوندے شو او هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے او بې‌شکه چې زمونږ شفاعت کوى.</verse>
				<verse number="35">نو بيا به څوک د مسيح د مينې نه مونږ جدا کړى؟ سختې يا مصيبتونه، ظلم، زياتے، لوږه، بربنډتوب، خطره يا مرګ داسې کولے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="36">لکه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”مونږ ستا دپاره ټوله ورځ د مرګ سره مخ کيږُو، د خلقو په نظر کښې مونږ د حلالونکو ګډو په شان ګڼلے کيږُو.“</verse>
				<verse number="37">خو نه، د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى.</verse>
				<verse number="38">زۀ په دې پوره يقين ساتم چې نۀ مرګ او نۀ ژوندون، نۀ فرښتې، نۀ نور آسمانى حاکمان، نۀ اوسنى او نۀ راتلونکى څيزونه، نۀ قوتونه،</verse>
				<verse number="39">په آسمان کښې او نۀ په زمکه او نۀ په ټول کائنات کښې داسې څۀ څيز شته چې مونږ د خُدائ پاک د مينې نه جدا کولے شى، کومه چې په مالِک عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته مِلاو شوې ده.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">زۀ په مسيح کښې رښتيا وايم، دروغ نۀ وايم، او زما خپل ضمير د روحُ القُدس په وسيله د دې تصديق کوى،</verse>
				<verse number="2">زما په زړۀ کښې ډېر لوئ غم او نۀ ختمېدونکے درد دے.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې زما دا خواهش دے چې زۀ دې د خپلو خلقو او د انسانى فطرت په مطابق چې زما رشته‌دار دى د هغوئ د خاطره لعنتى شم او د دوئ دپاره دې زۀ د مسيح نه جدا شم.</verse>
				<verse number="4">هغوئ بنى اِسرائيليان دى او هغوئ د خُدائ پاک بچى بللے شوى دى او ورته جلال، وعدې، شريعت، عبادت او لوظونه ورکړے شوى دى.</verse>
				<verse number="5">اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب د هغوئ پلار نيکۀ دى او په انسانى لحاظ سره د هغوئ نه مسيح هم پېدا دے. خُدائ پاک چې د ټولو بادشاه دے د هغۀ نوم دې د تل دپاره مبارک وى، آمين.</verse>
				<verse number="6">ښه نو بيا خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو سره په خپله وعده پوره کولو کښې ناکامه شو؟ نه، خبره داسې نۀ ده ځکه چې ټول بنى اِسرائيل په حقيقت کښې د خُدائ غوره شوى خلق نۀ دى.</verse>
				<verse number="7">او نۀ د اِبراهيم ټول اولاد د خُدائ پاک رښتينى بچى دى، خو صحيفې وائى چې، ”هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.“</verse>
				<verse number="8">مطلب دا چې د اِبراهيم په نسل کښې ټول د خُدائ پاک حقيقى بچى نۀ دى، خو صرف د خُدائ د وعدې په مطابق پېدا شوى د اِبراهيم اولاد بللے شى.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې وعده داسې شوې وه چې، ”تقريباً يو کال وروستو به زۀ تا ته واپس راشم او په دې وخت کښې به د ساره زوئ شوے وى.“</verse>
				<verse number="10">او دا زوئ زمونږ نيکۀ اِسحاق دے. کله چې هغۀ د رِبقې سره وادۀ وکړو نو د هغې دوه غبرګونى زامن وشُو.</verse>
				<verse number="11">نو رِبقې ته د هغوئ د زيږېدو نه مخکښې ووئيلے شول چې په هغه وخت کښې چې هغوئ لا هيڅ ښۀ يا بد نۀ وُو کړى، خو بيا هم د دې دپاره چې د خُدائ پاک هغه مقرر شوے مقصد تر سره شى کوم چې د عمل په وسيله نه بلکې د خُدائ پاک په بلنه،</verse>
				<verse number="12">نو خُدائ پاک هغې ته وئيلى وُو چې، ”مشر به د کشر خِدمت کوى.“</verse>
				<verse number="13">څنګه چې دا په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”ما يعقوب سره مينه وکړه او عِيسو ما رد کړو.“</verse>
				<verse number="14">نو په دې کښې مونږ څۀ ووايو؟ ولې خُدائ پاک بې‌اِنصافه دے څۀ؟ هيڅکله نه.</verse>
				<verse number="15">ځکه چې هغۀ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم.“</verse>
				<verse number="16">نو دا د انسان په خواهش يا محنت باندې نۀ ده بلکې د خُدائ په رحم باندې ده.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې خُدائ پاک په خپل کلام کښې فِرعون ته فرمائى چې، ”خو ما تۀ د دې دپاره بادشاه کړې چې خپل طاقت ستا په ذريعه څرګند کړم او چې زما نوم په ټوله دُنيا کښې خور شى.“</verse>
				<verse number="18">نو دا د خُدائ پاک رضا ده چې په چا رحم کوى، او د چا زړونه سختوى.</verse>
				<verse number="19">نو تۀ به ما ته وائې چې، ”بيا خُدائ پاک ولې مونږ ملامتوى ځکه چې څوک د هغۀ د مرضۍ مخالفت کولے شى؟“</verse>
				<verse number="20">نه، داسې مۀ وايه، تۀ څوک يې چې خُدائ پاک سره بحث وکړې؟ ولې يو لوښے کُلال ته دا وئيلے شى چې تا زۀ په دې رنګ ولې جوړ کړے يم؟</verse>
				<verse number="21">ولې د کُلال دا حق نۀ وى چې هم د دغې ډيرى د خټې نه دوه لوښى جوړ کړى، يو د خاص استعمال دپاره او بل د عام استعمال دپاره؟</verse>
				<verse number="22">خو کۀ د خُدائ پاک مرضى وه چې خپل غضب وښائى او خپل طاقت څرګند کړى نو ځکه يې د غضب هغه لوښو سره ډېر صبر وکړو چې د تباه کېدو دپاره تيار شوى وُو،</verse>
				<verse number="23">او څۀ چې هغۀ وکړل نو د دې دپاره يې وکړل چې خپل لوئ جلال په هغه خلقو ښکاره کړى په چا چې هغه رحم کوى او کوم چې هغۀ د اول نه د خپلې لويئ دپاره تيار کړے وو.</verse>
				<verse number="24">مونږ هم په هغه خلقو کښې حساب يُو کوم چې د يهوديانو او غېر‌يهوديانو نه رابللے شوى دى.</verse>
				<verse number="25">لکه څنګه چې هغۀ د هوسيع په کِتاب کښې فرمائيلى دى چې، ”هغوئ څوک چې زما اُمت نۀ وو، هغوئ ته به زۀ خپل اُمت ووايم، او هغه چې زما محبوبه نۀ وه، هغې ته به خپله محبوبه ووايم.</verse>
				<verse number="26">او چې په کوم ځائ کښې هغوئ ته دا وئيلے شوى وُو چې تاسو زما خلق نۀ يئ، هغوئ ته به هم هلته د ژوندى خُدائ پاک بچى ووئيلے شى.“</verse>
				<verse number="27">او يشعياه د بنى اِسرائيلو په حق کښې په چغو وائى چې، ”سره د دې چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف لږ به په کښې خلاصون ومومى،</verse>
				<verse number="28">ځکه چې د مالِک خُدائ به په زمکه عدالت لنډ او آخرى وى.“</verse>
				<verse number="29">او څنګه چې يشعياه پېشګوئې کړې وه چې، ”کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو.“</verse>
				<verse number="30">نو بيا مونږ څۀ ووايو؟ غېر‌يهوديانو چا چې د صداقت دپاره محنت ونۀ کړو نو هغوئ دا حاصل کړو او هغوئ دا صداقت د ايمان په وسيله حاصل کړو.</verse>
				<verse number="31">خو بنى اِسرائيلو چې د شريعت په بنياد د صداقت حاصلولو کوشش وکړو نو هغوئ په هغه شريعت پوره کولو کښې کامياب نۀ شول.</verse>
				<verse number="32">داسې ولې وشول؟ ځکه چې د هغوئ کوشش د ايمان په بنياد نۀ وو بلکې د عمل په بنياد وو. هغوئ په کاڼى تيندک وخوړو.</verse>
				<verse number="33">لکه څنګه چې صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”ګورئ، زۀ په صيون کښې داسې يو کاڼے ږدم، چې د تيندک باعث به جوړيږى، او خلق به پرې تيندک خورى. او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">وروڼو او خوېندو، زما د زړۀ خواهش او د خُدائ پاک نه دُعا دا ده چې هغوئ دې خلاصون ومومى.</verse>
				<verse number="2">زما په دې باور دے چې هغوئ د خُدائ پاک په حقله ډېر غېرتى دى خو د دوئ غېرت د عِلم په بنياد نۀ دے.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې هغوئ د هغه صداقت نه ځان ناخبره کړے دے چې د خُدائ د طرفه دے، او هغوئ د خپل صداقت قائمولو کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک د صداقت تابعدارى نۀ کوى.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې عيسىٰ مسيح د شريعت اختتام دے، نو بيا چې څوک په هغۀ ايمان راوړى هغوئ ټول صادقان شى.</verse>
				<verse number="5">موسىٰ د هغه صداقت په حقله ليکلى دى کوم چې د شريعت نه راغلے دے چې، ”څوک چې په شريعت عمل کوى هغه به د دې په سبب پائى.“</verse>
				<verse number="6">خو کوم صداقت چې په ايمان راځى هغه وائى چې، ”په خپل زړۀ کښې داسې مۀ وايه چې څوک پاس آسمان ته ختلے شى؟ د دې دپاره چې مسيح لاندې راولى.</verse>
				<verse number="7">يا څوک لاندې عالمِ ارواح ته تلے شى؟ چې مسيح د مړو نه راپاڅوى.“</verse>
				<verse number="8">خو دا څۀ وائى؟ ”کلام تاسو سره نزدې دے، دا ستاسو په شونډو او ستاسو په زړۀ کښې دے.“ نو هم دا د ايمان کلام دے چې مونږ يې بيانوو.</verse>
				<verse number="9">ځکه کۀ ستا په خولۀ دا اِقرار وى چې عيسىٰ مالِک دے او په زړۀ کښې دې دا ايمان وى چې خُدائ پاک هغه د مړو نه راژوندے کړے دے نو تۀ به خلاصون بيا مومې.</verse>
				<verse number="10">کله چې مونږ د زړۀ نه ايمان راوړو نو خُدائ پاک مو صادقوى، او کله چې په خپله خولۀ دا اِقرار کوُو نو هغه خلاصون راکوى.</verse>
				<verse number="11">نو ځکه صحيفې فرمائى چې، ”هر څوک چې په هغۀ ايمان لرى، نو هغه به شرمنده نۀ شى.“</verse>
				<verse number="12">نو ځکه په يهودى او په غېر يهودى کښې هيڅ فرق نشته چې هم دغه يو خُدائ پاک د ټولو مالِک دے او د هغوئ ټولو دپاره چې هغۀ ته زارى کوى، غنى دے.</verse>
				<verse number="13">ځکه چې، ”هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى.“</verse>
				<verse number="14">خو هغوئ به څنګه د هغه چا نه وغواړى په چا چې يې ايمان نۀ وى؟ او هغوئ به څنګه په هغه چا ايمان راوړى د چا په حقله چې هغوئ څۀ اورېدلى نۀ وى؟ او هغوئ به يې څنګه واورى ترڅو چې چا ورته پېغام نۀ وى ورکړے؟</verse>
				<verse number="15">او هغوئ به څنګه د هغۀ پېغام ورکړى ترڅو چې هغوئ ونۀ لېږلے شى؟ لکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، ”د هغوئ قدمونه څومره ښکلى دى څوک چې زيرے راوړى.“</verse>
				<verse number="16">خو ټولو د زيرى فرمانبردارى ونۀ کړه ځکه چې يشعياه وائى چې، ”اے مالِکه، زمونږ په پېغام باندې چا يقين کړے دے؟“</verse>
				<verse number="17">نو ايمان د زيرى په اورېدلو پېدا کيږى او زيرے د مسيح د کلام په وسيله اورېدل کيږى.</verse>
				<verse number="18">خو زۀ تپوس کوم چې ولې هغوئ دا نۀ دے اورېدلے؟ بې‌شکه چې اورېدلے يې دے، ځکه چې، ”د هغوئ آواز په ټوله دُنيا کښې اورېدلے شوے دے، او د هغوئ کلام د دُنيا آخرى حدونو پورې رسېدلے دے.“</verse>
				<verse number="19">خو زۀ بيا تپوس کوم چې ولې بنى اِسرائيل په دې پوهه نۀ شول؟ اول موسىٰ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو داسې خلقو سره په حسد کړم چې قوم نۀ دے، او تاسو به د يو کم عقل قوم په ذريعه په قهر کړم.“</verse>
				<verse number="20">بيا يشعياه په نوره زړۀ ورتيا سره داسې فرمائى چې، ”زۀ هغه چا وموندلم چا چې زما لټون نۀ کولو، او ما خپل ځان هغه چا ته ښکاره کړو چا چې زما تپوس هم نۀ دے کړے.“</verse>
				<verse number="21">خو د بنى اِسرائيلو په حقله هغه فرمائى چې، ”ټوله ورځ مې هغه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو چې نافرمانه او باغيان وُو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">نو بيا زۀ تپوس کوم چې ولې خُدائ پاک خپل اُمت رد کړے دے څۀ؟ بلکل نه. زۀ په خپله هم بنى اِسرائيلى يم، د اِبراهيم د نسل نه يم او د بنيامين د خيل غړے يم.</verse>
				<verse number="2">خُدائ پاک خپل هغه اُمت نۀ دے رد کړے چې پخوا يې غوره کړے وو. تاسو خبر نۀ يئ چې صحيفې د الياس په حقله څۀ وائى؟ چې هغۀ څنګه خُدائ پاک ته د بنى اِسرائيلو خلاف شکايت وکړو،</verse>
				<verse number="3">”مالِکه، هغوئ ستا نبيان مړۀ کړى دى، هغوئ ستا قربان‌ګاه نړولې دى، او زۀ يواځې پاتې يم او هغوئ زما ژوند هم ختموى.“</verse>
				<verse number="4">خو خُدائ پاک هغۀ ته څۀ جواب ورکړو؟ ”ما د خپل ځان دپاره اووۀ زره سړى ساتلى دى چا چې بعل ته سجده نۀ ده کړې.“</verse>
				<verse number="5">هم دغه شان په دې موجوده وخت کښې هم يوه ډله پاتې ده چې د خُدائ پاک په فضل غوره کړې شوې ده.</verse>
				<verse number="6">خو کۀ چرې دا په فضل وى نو بيا دا نور د ښۀ عمل په بنياد نۀ دے، او کۀ نۀ وى، نو فضل بيا نور بې‌مطلبه شو.</verse>
				<verse number="7">نو چې خبره داسې ده، نو ډېر بنى اِسرائيل په خپل لټون کښې کامياب نۀ شول. او په هغوئ کښې يو څو غوره شوى کسان کامياب شول. خو د نورو زړونه سخت کړے شوى وُو،</verse>
				<verse number="8">لکه څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”خُدائ پاک هغوئ ته سست روح ورکړو. هغۀ دوئ ته تر نن ورځې پورې داسې سترګې چې ليدلے نۀ شى او غوږونه چې اورېدلے نۀ شى، ورکړل.“</verse>
				<verse number="9">او داؤد هم فرمائى چې، ”پرېږدئ چې د هغوئ دسترخوان جال او دام شى او د هغوئ دپاره د تيندک کاڼے او سزا شى.</verse>
				<verse number="10">سترګې يې ړندې کړه چې هغوئ ونۀ وينى، او د هغوئ ملاګانې دې د تل دپاره ټيټې شى.“</verse>
				<verse number="11">نو زۀ تپوس کوم، چې ولې هغوئ تيندک وخوړلو نو هغوئ د تل دپاره پرېوتل څۀ؟ نه، بلکل نه، بلکې د هغوئ د نافرمانو په وجه غېر‌يهوديانو خلاصون وموندلو، او په دې سبب بنى اِسرائيل هغوئ سره په حسد شول.</verse>
				<verse number="12">اوس کۀ د بنى اِسرائيلو نافرمانى د دُنيا دپاره برکت وګرځېدلو، او کۀ د دوئ شکست د غېر‌يهوديانو دپاره برکت وګرځېدو، نو بيا به د دې برکت نور څومره زيات شى چې کله ټول بنى اِسرائيل په کښې شامل شى.</verse>
				<verse number="13">زۀ اوس تاسو غېر‌يهوديانو ته وايم چې زۀ د غېر‌يهوديانو دپاره هم رسول يم او زۀ خپل خِدمت ته زور ورکوم،</verse>
				<verse number="14">چې په دې طريقه زۀ په خپل قوم کښې سيالى پېدا کول غواړم او په هغوئ کښې ځينې بچ کړم.</verse>
				<verse number="15">ځکه کۀ د هغوئ رد کېدل د دُنيا پخلا کېدل شول نو د هغوئ بيا قبلېدل به مړو ته د ژوندون نه څۀ کم نۀ وى.</verse>
				<verse number="16">کۀ چرې دا د اوړو اولنۍ پيړه پاکه وه نو بيا نور ټول اوړۀ به هم پاک وى او کۀ د ونې جرړې پاکې وى نو بيا څانګې به هم پاکې وى.</verse>
				<verse number="17">کۀ د زيتون ځينې څانګې پرېکړے شى، او د هغې په ځائ په کښې د ځنګلى زيتون يوه څانګه پيوند شى، نو بيا تاسو غېر‌يهوديان هم د دغه ځنګلى څانګې په شان يئ. لکه څنګه چې هغه د بلې ونې د جرړو نه طاقت حاصلوى نو هم دغه شان تاسو هم د يهوديانو د روحانى جرړو نه طاقت حاصلوئ.</verse>
				<verse number="18">نو ځان د هغه څانګو نه اوچت مۀ ګڼه. کۀ تۀ ځان اوچت ګڼې نو ياد ساته چې دا تۀ نۀ يې چې جرړو له وده ورکوې بلکې دا جرړه ده چې تۀ پرې پايې.</verse>
				<verse number="19">تۀ به وائې چې، ”څانګې د دې دپاره پرېکړے شوې چې زۀ په کښې پيوند کړے شم.“</verse>
				<verse number="20">دا رښتيا ده، هغوئ د خپلې بې‌ايمانۍ په وجه پرېکړے شوې خو تا د ايمان په وسيله خپل ځائ نيولے دے. نو کبر مۀ کوه بلکې يرېږه.</verse>
				<verse number="21">ځکه کۀ چرې خُدائ پاک اصلى څانګې پرې نۀ ښودلې نو هغه به تا هم پرې نۀ ږدى.</verse>
				<verse number="22">د خُدائ پاک د رحم او غضب خيال کوه. هغه په نافرمانو باندې خپل غضب نازلوى، خو څوک چې د هغۀ په رحم يقين ساتى هغه ورته خپل رحم ښائى. خو کۀ تاسو په هغۀ يقين نۀ کوئ نو تاسو به هم پرېکړے شئ.</verse>
				<verse number="23">او کۀ د بنى اِسرائيل څوک په بې‌ايمانۍ کښې پاتې نۀ شى نو هغوئ به بيا پيوند کړے شى، ځکه چې خُدائ پاک دا قدرت لرى چې هغوئ بيا پيوند کړى.</verse>
				<verse number="24">ځکه کۀ چرې تۀ د خپل ځنګلى زيتون د ونې نه راپرېکړے شوے يې او د خپل فطرت په خلاف د اصلى زيتون سره پيوند شوے يې نو بيا به هغه څانګې څومره په آسانه پيوند شى کومې چې د اصلى زيتون خپلې څانګې دى.</verse>
				<verse number="25">زما وروڼو او خوېندو، دا ځکه چې دلته يو پټ حقيقت دے او زۀ غواړم چې تاسو پرې پوهه شئ، د دې دپاره چې تاسو ځان بې‌ځايه عقلمند ونۀ ګڼئ، او هغه دا دے چې د بنى اِسرائيل يوه برخه به تر هغې سخته وى ترڅو چې غېر‌يهوديانو پوره پوره په دې کښې داخل نۀ شى.</verse>
				<verse number="26">او بيا ټول بنى اِسرائيل به خلاصون ومومى لکه څنګه چې صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”خلاصونکے به د صيون نه راپورته شى، هغه به د يعقوب د نسل نه بې‌دينى لرې کړى.</verse>
				<verse number="27">او دا زما د هغوئ سره يو لوظ دے چې کله د هغوئ ګناهونه لرې کړم.“</verse>
				<verse number="28">ډېر بنى اِسرائيل اوس هم د زيرى دشمنان دى. او دا ستاسو دپاره فائده ده. خو دوئ اوس هم خُدائ پاک ته د خپلو نيکونو اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب په وجه ګران دى.</verse>
				<verse number="29">ځکه چې د خُدائ پاک نعمتونه او د هغۀ بلنه نۀ بدلېدونکې دى.</verse>
				<verse number="30">لکه څنګه چې مخکښې تاسو غېر‌يهوديان د خُدائ پاک نافرمانه وئ، خو چې کله بنى اِسرائيلو د هغۀ نافرمانى وکړه نو د هغوئ په ځائ خُدائ پاک په تاسو رحم وکړو.</verse>
				<verse number="31">خو اوس هغوئ نافرمانه دى او د خُدائ پاک رحم په تاسو وشو نو چې دوئ هم ستاسو په وجه د خُدائ پاک په رحم کښې شريک شى.</verse>
				<verse number="32">ځکه خُدائ پاک ټول بنى آدم په نافرمانۍ کښې راګېر کړل نو چې هغه په ټولو باندې رحم وکړى.</verse>
				<verse number="33">واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بې‌پايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.</verse>
				<verse number="34">”د مالِک خُدائ په اراده څوک پوهېدے شى؟ يا څوک هغۀ ته مشوره ورکولے شى؟</verse>
				<verse number="35">يا چا هغۀ ته چرې څۀ ورکړى دى چې د هغۀ نه هم څۀ واخلى؟“</verse>
				<verse number="36">ځکه چې دا ټول څيزونه د هغۀ د لاسه ملاويږى او د هغۀ په وسيله موجود دى او د هغۀ لويئ دپاره دى. د هغۀ ثنا دې تل تر تله وى. آمين.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.</verse>
				<verse number="2">خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک رضا څۀ ده او دا به وپېژنئ چې څۀ ښۀ او قبلېدونکى او کامِل دى.</verse>
				<verse number="3">د هغه فضل په مطابق کوم چې ما ته راکړے شوے دے، زۀ په تاسو کښې هر چا ته دا وايم چې تاسو خپل ځان د خپل حيثيت نه اوچت مۀ ګڼئ. څنګه چې خُدائ پاک هر چا ته يوه اندازه ايمان ورکړے دے، هغه دې خپل ځان د هغې په مطابق وګڼى.</verse>
				<verse number="4">لکه څنګه چې زمونږ په بدن کښې ډېر اندامونه دى او د ټولو اندامونو کار يو شان نۀ دے،</verse>
				<verse number="5">نو مونږ چې ډېر يُو خو په عيسىٰ مسيح کښې يو بدن يُو، او د يو بل سره تړلى يُو.</verse>
				<verse number="6">مونږ ته د فضل په مطابق مختلف نعمتونه مِلاو شوى دى. کۀ تاسو ته د پېشګوئې نعمت مِلاو شوے وى نو د ايمان په مطابق پېشګوئې کوئ.</verse>
				<verse number="7">کۀ تاسو ته خِدمت درکړے شوے وى نو خِدمت کوئ، کۀ د تعليم نعمت درکړے شوے وى نو تعليم ورکوئ،</verse>
				<verse number="8">او کۀ د ډاډګيرنې نعمت يې درکړے وى نو ډاډګيرنه ورکوئ، کۀ د سخاوت نعمت يې درکړے وى نو سخاوت کوئ او کۀ د مشرۍ نعمت يې درکړے وى نو په محنت يې کوئ، کۀ د رحم نعمت يې درکړے وى نو ښۀ په خوشحالۍ رحم کوئ.</verse>
				<verse number="9">مينه دې بې‌ريا وى. د بدۍ نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره ځان ونغاړئ.</verse>
				<verse number="10">لکه د وروڼو د يو بل سره مينه کوئ او په عزت کولو کښې د يو بل نه مخکښې کېږئ.</verse>
				<verse number="11">په کار کښې سستى مۀ کوئ، او د مالِک په خِدمت کښې روحانى جوش‌و‌جذبه قائمه ساتئ.</verse>
				<verse number="12">په اُميد کښې خوشحاله، په مصيبت کښې صابر او په دُعا کښې مشغول اوسئ.</verse>
				<verse number="13">د مقدسينو په حاجتونو کښې مدد کوئ او د مسافرانو د مېلمستيا خيال ساتئ.</verse>
				<verse number="14">څوک چې تاسو زوروى د هغوئ خير غواړئ، برکت يې غواړئ او ښيرى ورته مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="15">څوک چې خوشحاله وى ورسره خوشحالى کوئ، څوک چې ژاړى ورسره ژړا کوئ.</verse>
				<verse number="16">په خپلو کښې په يو زړۀ اوسئ، لوئ لوئ خيالونه مۀ کوئ بلکې د بې‌وسو ملګرتيا کوئ او خپل ځان هوښيار مۀ ګڼئ.</verse>
				<verse number="17">د بدۍ په بدله کښې د چا سره بدى مۀ کوئ. هم هغه کارونه کوئ چې د هر چا په نظر کښې د عزت وى.</verse>
				<verse number="18">ترڅو چې درنه کېدے شى نو د خپل طرف نه د هر چا سره صُلح ساتئ.</verse>
				<verse number="19">اے زما عزيزانو، خپل بدل مۀ اخلئ بلکې خُدائ ته د بدل اخستو موقع ورکړئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ فرمائى چې بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم.“</verse>
				<verse number="20">د دې په ځائ، ”کۀ ستا دشمنان اوږى وى نو هغوئ له روټۍ ورکړه او کۀ هغوئ تږى وى نو هغوئ ته اوبۀ ورکړه، ځکه چې ستا په داسې کولو به يې په سرونو اور بل شى.“</verse>
				<verse number="21">بدۍ ته خپل ځان مۀ ښکته کوئ بلکې د نېکۍ په وسيله پرې بدۍ غالب شئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">هر څوک دې د سرکارى مشرانو تابعدار وى، ځکه چې ټول اختيار د خُدائ پاک د طرف نه دے او کوم سرکارى مشران چې موجود دى، هغه خُدائ پاک په خپله مقرر کړى دى.</verse>
				<verse number="2">نو ځکه هر څوک چې د مشرانو تابعدارى نۀ کوى، هغه د خُدائ پاک د اِنتظام مخالفت کوى او څوک چې مخالفت کوى، هغوئ به سزا ومومى.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې تابعدارو خلقو ته د مشرانو نه هيڅ يره نۀ وى خو نافرمانو ته وى. کۀ تاسو چرې د مشرانو په وړاندې بغېر د يرې اوسېدل غواړئ، نو تابعدارى کوئ او هغوئ به ستاسو تعريف کوى،</verse>
				<verse number="4">ځکه چې هغوئ ستا د ښېګړې دپاره د خُدائ پاک خادِمان دى. خو کۀ چرې تاسو نافرمانى کوئ نو ويرېږئ، ځکه چې ستاسو سزا د هغوئ په لاس کښې ده او سزا به ضرور درکړى. هغوئ د خُدائ پاک خادِمان دى او د نافرمانو نه بدله اخلى.</verse>
				<verse number="5">نو ځکه دا ضرورى ده چې تاسو تابعدار اوسئ، نۀ صرف د سزا نه د بچ کېدو دپاره بلکې د دې دپاره چې ضمير مو په سکون کښې وى.</verse>
				<verse number="6">هم په دې وجه تاسو خپل ټيکس ورکوئ ځکه چې دا اختيارمند مشران په خپلو مصروفياتو کښې د خُدائ پاک خادِمان دى.</verse>
				<verse number="7">د ټولو حق پوره کوئ، چا ته چې ټيکس ورکول وى، هغوئ ته ټيکس ورکوئ، څوک چې د محصُول حقدار دى هغوئ ته محصُول ورکوئ، د چا چې احترام کول په کار دى، د هغوئ احترام کوئ، د چا چې عزت کول په کار دى، د هغوئ عزت کوئ.</verse>
				<verse number="8">هيڅ قسم قرض په ځان مۀ پرېږدئ. خو صرف يو کار چې هغه ستاسو دپاره ضرورى دے، هغه دا چې د يو بل سره مينه کوئ، نو په دې سره تاسو په شريعت پوره عمل وکړو.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې دا حُکمونه دى چې، ”زنا مۀ کوئ، خُون مۀ کوئ، غلا مۀ کوئ، حرص مۀ کوئ،“ او د دې نه علاوه نور چې څۀ حُکمونه دى، د هغې ټولو خُلاصه په دې کښې ده چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“</verse>
				<verse number="10">په چا کښې چې مينه وى هغه د خپل ګاونډى سره بد نۀ کوى، نو په دې سبب مينه کول د شريعت پوره کول دى.</verse>
				<verse number="11">د هر څۀ نه مخکښې دا خبره منل ضرورى ده، تاسو ته ښۀ پته ده چې وخت کم دے، د خوبه رابېدار شئ. ځکه چې زمونږ خلاصون رانزدې شوے دے د کوم وخت نه چې مو ايمان راوړے دے.</verse>
				<verse number="12">شپه په ختمېدو ده، ورځ په راتلو ده، نو راځئ چې مونږ د تيارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا په وسله ځان سمبال کړُو.</verse>
				<verse number="13">راځئ چې د ورځې په رڼا کښې په عزت سره ژوند تېر کړُو، نۀ چې په ګډا او نشه بازۍ، نۀ په زناکارۍ، نۀ په مستۍ، او نۀ په شهوت پرستۍ، نۀ په جنګونو او حسد.</verse>
				<verse number="14">بلکې د دې په ځائ د مالِک عيسىٰ مسيح جامې په تن کړئ او د نفس د خواهشاتو دپاره تدبيرونه مۀ جوړَوئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">په ايمان کښې کمزورى خلق ځان سره شريک کړئ او په مسائيلو کښې ورسره بحث مباحثه مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="2">د مثال په توګه د ځينو خو دا عقيده ده چې د هر څيز خوړل روا دى خو کمزورى ايمان لرونکى تشه سبزى خورى.</verse>
				<verse number="3">څوک چې هر څۀ خورى هغه دې هغه چا ته سپک ونۀ ګورى څوک چې دا نۀ خورى، او څوک چې نۀ خورى هغوئ دې په خوراک کوونکى اِلزام نۀ لګوى ځکه چې خُدائ پاک هغوئ قبول کړى دى.</verse>
				<verse number="4">تاسو څوک يئ چې د بل چا په نوکرانو اِلزام لګوئ؟ د هغوئ مالِک به په خپله د هغوئ د خِدمت په حقله فېصله وکړى. او د مالِک خُدائ په مدد سره به هغوئ په خپل خِدمت کښې کامياب شى.</verse>
				<verse number="5">څۀ خلق يوه ورځ د بلې ورځې نه خاص ګڼى او څۀ خلق ټولې ورځې يو شان ګڼى، خو چې تاسو کومه فېصله کوئ په خپل زړۀ کښې په هغې پوره تسلى ساتئ.</verse>
				<verse number="6">څوک چې يوه ورځ خاص ګڼى، هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره ګڼى او دغه شان څوک چې هر څۀ خورى هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره خورى، ځکه چې هغوئ پرې د خُدائ پاک شُکر کوى. خو څوک چې څۀ نۀ خورى هغوئ يې هم د مالِک خُدائ د احترام دپاره نۀ خورى او د خُدائ پاک شُکر پرې کوى.</verse>
				<verse number="7">ځکه چې زمونږ ژوند او مرګ صرف د خپل ځان دپاره نۀ دے.</verse>
				<verse number="8">ځکه چې زمونږ ژوند او مرګ د مالِک د لويئ دپاره دے نو کۀ مونږ مړۀ کيږُو او کۀ ژوندى کيږُو نو د مالِک يُو.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې مسيح د هم دې دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو، نو چې هغه د مړو او ژوندو دواړو مالِک شى</verse>
				<verse number="10">خو تاسو ولې په بل ايماندار ورور يا خور اِلزام لګوئ؟ يا تاسو ولې بل ايماندار ورور يا خور ته سپک ګورئ؟ ځکه چې مونږ ټول به د خُدائ پاک د عدالت د تخت په وړاندې ودرېږو.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ فرمائى چې زما دې په خپل ذات قسم وى چې هره يوه ګوډه به ما ته په سجده شى، او هره ژبه به اِقرار وکړى چې بې‌شکه زۀ ژوندے خُدائ پاک يم.“</verse>
				<verse number="12">نو بيا مونږ هر يو به خُدائ پاک ته خپل حساب ورکوو.</verse>
				<verse number="13">نو په کار دے چې مونږ نور په يو بل اِلزام ونۀ لګوُو. بلکې دا کلکه اراده وکړو چې کله به هم د بل په لار کښې د تيندک خوړلو ګټ يا خنډ نۀ کېږدو.</verse>
				<verse number="14">زۀ په دې پوهه يم او په مالِک عيسىٰ کښې زما دا ايمان دے چې هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے، خو چې څوک يې حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے.</verse>
				<verse number="15">کۀ چرې ستا ورور يا خور ستا د خوراک په وجه خفه کيږى نو بيا تۀ په مينې سره ژوند نۀ تېروې. نو په خپل خوراک هغوئ مۀ هلاکوه د چا دپاره چې مسيح مړ شو.</verse>
				<verse number="16">نو چا ته دا موقع مۀ ورکوئ هغه څۀ چې ستا په نظر کښې جائز وى، او دوئ ورته بد ووائى.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکې په صداقت، او په صُلح ده او په روحُ القُدس کښې په خوشحالۍ ده.</verse>
				<verse number="18">څوک چې په دې شان د عيسىٰ مسيح خِدمت کوى، هغه په خُدائ پاک ګران او د خلقو په مينځ قبول شوے دے.</verse>
				<verse number="19">نو بيا دې مونږ پوره کوشش کوُو چې صُلح او سلامتى راولو او د يو بل د روحانى تعمير او ترقۍ باعث شو.</verse>
				<verse number="20">د خوراک دپاره د خُدائ پاک کار مۀ ورانوئ. هر څيز حقيقت کښې پاک دے، خو دا ستاسو دپاره غلطى ده چې تاسو هغه څۀ خورئ چې د نورو د تيندک سبب جوړيږى.</verse>
				<verse number="21">دا به ښۀ وى چې تۀ غوښه ونۀ خورې يا شراب ونۀ څښې او يا نور داسې څۀ کار ونۀ کړې چې ستا د وروڼو او خوېندو د تيندک سبب کيږى.</verse>
				<verse number="22">نو په څۀ چې ستاسو عقيده وى، هغه د خُدائ پاک او په خپل مينځ کښې وساتئ. بختور دى هغوئ کوم څيزونه چې هغوئ روا ګڼى او د هغې په خوړلو سره خپل ځانونه مجرمان نۀ ګڼى.</verse>
				<verse number="23">خو کۀ څوک شک کوى او هغوئ دا وخورى نو هغوئ مجرمان شول، ځکه چې هغوئ په ايمان سره دا عمل نۀ کوى، نو ځکه کوم عمل چې په ايمان سره نۀ وى نو هغه ګناه ده.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">غرض دا چې مونږ چې په ايمان کښې مضبوط يُو، په کار دے چې د کمزورو کمزورتيا برداشت کړو، نه چې په خپله خوشحالۍ کښې مشغول يُو.</verse>
				<verse number="2">مونږ کښې دې هر يو خپل ګاونډى خوشحاله ساتى د دې مقصد دپاره چې د هغۀ ايمان مضبوط شى.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې مسيح هم خپل ځان خوشحاله کړے نۀ وو بلکې دا ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې ستاسو بې‌عزتى کوى د هغوئ بې‌عزتى په ما راغله.“</verse>
				<verse number="4">ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو.</verse>
				<verse number="5">او خُدائ پاک چې د صبر او د تسلۍ سرچينه دے، هغه دې تاسو له دا توفيق درکړى چې د عيسىٰ مسيح په مطابق په خپلو کښې سره يو زړۀ شئ او يو ځائ ژوند وکړئ،</verse>
				<verse number="6">نو چې تاسو په يو زړۀ او يو آواز سره د خُدائ پاک، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د پلار لوئى بيان کړئ.</verse>
				<verse number="7">نو بيا څنګه چې مسيح د خُدائ پاک د جلال دپاره ستاسو هرکلے وکړو، هم دغسې تاسو هم د يو بل هرکلے کوئ.</verse>
				<verse number="8">ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې مسيح د خُدائ پاک د رښتينوالى د ثابتولو دپاره د يهوديانو خادِم شو، د دې دپاره چې هغه وعدې پوره کړى کومې چې زمونږ د پلار نيکونو سره شوى دى</verse>
				<verse number="9">او د دې دپاره چې غېر‌يهوديان هم د رحم په سبب د خُدائ پاک ثنا ووائى لکه څنګه چې ليکلى دى چې، ”هم په دې وجه به زۀ په غېر‌يهوديانو کښې ستا اِقرار کومه او ستا د نوم سرودونه به وايم.“</verse>
				<verse number="10">او هغه بيا فرمائى چې، ”اے غېر‌يهوديانو. د هغۀ د اُمت سره خوشحالى وکړئ.“</verse>
				<verse number="11">او بيا فرمائى، ”اے ټولو غېر‌يهوديانو، د مالِک خُدائ ثنا ووايئ، او ټول اُمتونه دې د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى.“</verse>
				<verse number="12">او بيا يشعياه وائى چې، ”د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه به راځى، يعنې هغه سړے چې په غېر‌يهوديانو به حکومت کولو له راوچت شى، په هغۀ کښې به غېر يهوديان اُميد ساتى.“</verse>
				<verse number="13">خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.</verse>
				<verse number="14">اے زما وروڼو او خوېندو، زما په خپله هم ستاسو په حقله دا پوخ يقين دے چې تاسو په خپله د نېکۍ نه ډک او په عِلم پوره يئ او يو بل ته د هدايت کولو هم قابل يئ.</verse>
				<verse number="15">نو ما هم په بعضې نقطو کښې زيات په زړۀ ورتيا سره د دې يادګيرنې په طور دا تاسو ته وليکل د هغه فضل په وجه چې خُدائ پاک ما ته راکړے دے</verse>
				<verse number="16">چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د عيسىٰ مسيح خادِم شم او د خُدائ پاک د کلام لکه د اِمام په شان خِدمت وکړم، او چې د غېر‌يهوديانو نذرانې خُدائ ته قبولې شى او د روحُ القُدس په وسيله مقدسې شى.</verse>
				<verse number="17">نو ځکه زۀ په عيسىٰ مسيح کښې د خُدائ پاک دپاره په خپل خِدمت فخر کوم.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې زۀ د هغه خبرو کولو جرأت نۀ شم کولے بغېر د هغه نه چې مسيح زما په وسيله پوره کړى دى، د دې دپاره چې زۀ غېر‌يهوديان په خپل قول او عمل باندې د خُدائ پاک تابع کړم.</verse>
				<verse number="19">د نښو او معجزو په قدرت او د خُدائ پاک د روحُ القُدس په طاقت سره هغوئ مطمئن شُو. نو دغه شان ما د يروشلم نه تر اِلريکوم پورې د مسيح زيرے پوره پوره خور کړو.</verse>
				<verse number="20">او هم دغه زما آرزو ده چې هلته دا زيرے ورسوم چرته چې د مسيح نوم نۀ دے اورېدلے شوے، نو چې زۀ د بل چا په بنياد آبادى ونۀ کړم.</verse>
				<verse number="21">بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”چا ته چې د هغۀ په حقله څۀ نۀ دى وئيلے شوى، هغوئ به ووينى، او چا چې د هغۀ په حقله نۀ دى اورېدلى، هغوئ به پوهه شى.“</verse>
				<verse number="22">هم دغه وجه ده چې زۀ تاسو ته د بار بار راتلو نه ايسار وم.</verse>
				<verse number="23">خو اوس په هغه مُلکونو کښې زما نور حاجت نشته او زۀ د ډېرو کالونو راسې تاسو له د راتلو ليواله وم.</verse>
				<verse number="24">کله چې زۀ اسپانيه ته ځم نو په لاره به تاسو ته هم درځم ځکه چې زما دا اُميد دے چې په خپل دې سفر کښې به تاسو سره ملاقات کوم، او چې تاسو سره په څۀ موده تېرولو مې زړۀ موړ شى نو بيا به مې تاسو هغه طرف ته رُخصت کړئ.</verse>
				<verse number="25">خو اوس زۀ د مقدسينو د امداد دپاره يروشلم ته ځم.</verse>
				<verse number="26">ځکه چې د مِکدونيه او د اخيه خلقو د زړۀ د اخلاصه د يروشلم د غريبو مقدسينو دپاره چنده کړې ده.</verse>
				<verse number="27">هغوئ دا چنده په خوشحالۍ سره کړې ده ځکه چې هغوئ خپل ځان د دوئ قرضدار ګڼلو. ځکه چې غېر‌يهوديانو ته د زيرى روحانى برکتونه د يروشلم د ايماندارانو نه مِلاو شوى وُو نو هغوئ دا ضرورى وګڼله چې په مالى توګه د هغوئ مدد وکړى.</verse>
				<verse number="28">نو کله چې زۀ دا خِدمت پوره کړم او هغه پېسې هغوئ ته حواله کړم څۀ چې راغونډې شوې دى نو بيا به زۀ ستاسو په لار اسپانيه ته ځم.</verse>
				<verse number="29">او ما ته پته ده چې کله زۀ تاسو ته درځم نو د عيسىٰ مسيح پوره برکت به دروړم.</verse>
				<verse number="30">او اے وروڼو او خوېندو، زۀ د عيسىٰ مسيح په وسيله څوک چې زمونږ مالِک دے او د روح د مينې په وسيله په تاسو زور راوړم چې زما دپاره د خُدائ پاک نه په دُعا غوښتو کښې ما سره يو ځائ شئ،</verse>
				<verse number="31">چې زۀ د يهوديه د بې‌ايمانانو نه بچ شم او چې زما هغه امداد چې د يروشلم د ايماندارانو دپاره دے قبول کړى.</verse>
				<verse number="32">نو د دې نه پس به بيا د خُدائ پاک په مرضۍ سره او ښۀ په خوشحالۍ تاسو ته درشم او تاسو سره به دمه وکړم.</verse>
				<verse number="33">خُدائ پاک چې د سلامتۍ سر چينه دے، هغه دې تاسو ټولو سره وى. آمين.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">زۀ تاسو ته د فيبے چې زمونږ خور او د کِنخريه د جماعت خِدمتګاره ده، سفارش کوم،</verse>
				<verse number="2">تاسو د هغې د مالِک په يووالى کښې داسې هرکلے وکړئ لکه څنګه عزت چې مقدسينو ته په کار وى. څۀ چې د هغې ضرورت وى ورسره مدد کوئ، ځکه چې هغې ما سره سره د نورو ډېرو خلقو هم مدد کړے دے.</verse>
				<verse number="3">پرسکله او اکوله ته مې سلام وايئ، هغوئ د عيسىٰ مسيح په خِدمت کښې زما ملګرى وُو.</verse>
				<verse number="4">هغوئ زما دپاره خپل ځانونه په خطره کښې هم واچول او نۀ صرف زۀ بلکې د غېر‌يهوديانو ټول جماعتونه د هغوئ شُکر ګزارى کوى.</verse>
				<verse number="5">هغه جماعت ته مې هم سلام وايئ چې د هغوئ په کور کښې راټوليږى. ګران اِپينتوس ته هم زما سلام وايئ چې په آسيه کښې د مسيح اول ايماندار دے.</verse>
				<verse number="6">مريم ته مې سلام کوئ، چا چې ستاسو دپاره ډېر محنت کړے دے.</verse>
				<verse number="7">اندرونيکوس او يونياس ته مې سلام وايئ، هغوئ زما عزيزان دى او ما سره په قېدخانه کښې وُو. هغوئ په رسولانو کښې مشهور دى او زما نه مخکښې يې په مسيح ايمان راوړے وو.</verse>
				<verse number="8">امپلياطوس ته مې سلام وايئ چې د مالِک د خاطره په ما ګران دے.</verse>
				<verse number="9">اوربانوس ته مې سلام وايئ چې د مسيح په خِدمت کښې زمونږ ملګرے دے، او په ما ګران ستاخوس ته هم سلام وايئ.</verse>
				<verse number="10">اپىليس ته مې سلام وايئ چې په مسيح کښې آزمائيلے شوے دے او د اريستوبولوس د کور خلقو ته مې سلام وايئ.</verse>
				<verse number="11">زما عزيز هيروديون ته سلام ووايئ او د نرکس د کور هغه خلقو ته هم سلام ووايئ چې د مالِک سره يووالے لرى.</verse>
				<verse number="12">ترفينه او ترفوسه ته سلام وايئ چې د مالِک په خِدمت کښې زما ملګرى دى او هم ګرانې پرِسس ته سلام وايئ چا چې د مالِک په کار کښې ډېره خوارى کړې ده.</verse>
				<verse number="13">روفوس ته سلام وايئ چې د مالِک غوره شوے دے او د هغۀ مور ته چې زۀ يې هم مور ګڼم، سلام وايئ.</verse>
				<verse number="14">اَسنکريتوس، فليګون، هِرميس، پتروباس، هِرماس او هغو وروڼو او خوېندو ته چې د هغوئ ملګرى دى، سلام وايئ.</verse>
				<verse number="15">فيلولوګوس، يوليه، نيريوس او د هغۀ خور او اُلمپاس او ټولو مقدسينو ته چې د هغوئ سره دى سلام وايئ.</verse>
				<verse number="16">په خپلو کښې په پاکې مينې سره يو بل ته سلام ووايئ، د مسيح ټول جماعتونه درته سلام وائى.</verse>
				<verse number="17">نو اوس اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا منت کوم چې کوم خلق د هغه تعليم خلاف چې تاسو حاصل کړے دے، د بې‌اتفاقۍ او تيندک خوړلو سبب کيږى، په هغوئ نظر ساتئ او ځان ترې ساتئ.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې داسې خلق زمونږ د مالِک مسيح خِدمت نۀ کوى بلکې د خپل مفاد خِدمت کوى او په نرمو او خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى.</verse>
				<verse number="19">ځکه چې ستاسو فرمانبردارى په ټولو خلقو کښې مشهوره ده، نو ځکه زۀ په تاسو خوشحاله يم او زۀ غواړم چې تاسو په نېکۍ کښې هوښياران شئ او په بدۍ کښې بې‌ګناه شئ.</verse>
				<verse number="20">خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے، هغه به ډېر زر شېطان ستاسو د پښو لاندې چخڼى کړى. زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو سره وى.</verse>
				<verse number="21">زما د خِدمت ملګرے تيموتيوس او هم دغسې زما عزيزان لوکيوس، ياسون او سوسيپطرس تاسو ته سلام وائى.</verse>
				<verse number="22">زۀ ترتيوس د دې خط ليکونکے تاسو ته هم په مالِک کښې سلام وايم.</verse>
				<verse number="23">ګايوس چې زما او د ټول جماعت کوربه دے، تاسو ته سلام وائى، اِراستوس د ښار خزانچى او زمونږ ورور کوارتوس تاسو ته سلام وائى.</verse>
				<verse number="24">زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره وى. آمين.</verse>
				<verse number="25">اوس دې ټوله لوئى خُدائ پاک ته وى. څوک چې تاسو په ايمان کښې مضبوطولے شى، زما زيرے د عيسىٰ مسيح په حقله چې تاسو ته بيان کوم د هغه کشف په مطابق کوم راز چې د ډيرې مودې نه پټ ساتلے شوے وو،</verse>
				<verse number="26">خو اوس څرګند کړے شو، او ازلى خُدائ پاک د نبيانو د کلام په وسيله هغه ښکاره کړے دے د دې دپاره چې د هغۀ د حُکم په مطابق ټول غېر‌يهوديان د ايمان راوړلو سره د هغۀ تابع شى.</verse>
				<verse number="27">د هغه واحد خُدائ پاک چې په هر څۀ پوهيږى، جلال دې د عيسىٰ مسيح په وسيله تل تر تله وى. آمين.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="46">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د پولوس د طرف نه سلام چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح بللے شوے رسول او د ورور سوستينس له طرف نه،</verse>
				<verse number="2">د خُدائ پاک د هغه جماعت په نوم چې په کورنتوس کښې دے، يعنې د هغوئ په نوم چې په عيسىٰ مسيح کښې پاک کړے شوى او بللے شوى مقدسين دى، او د هغوئ ټولو په نوم هم چې په هر ځائ کښې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح او د خپل مالِک دواړو په نوم عبادت کوى،</verse>
				<verse number="3">زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح فضل او سلامتى دې تاسو سره وى.</verse>
				<verse number="4">زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک د هغه فضل چې په عيسىٰ مسيح کښې په تاسو وشو، همېشه د خُدائ پاک شُکر کوم.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې تاسو په هر لحاظ سره د کلام او هر قِسم عِلم خاوندان شوئ.</verse>
				<verse number="6">هم دغه وجه ده چې د مسيح ګواهى په تاسو کښې مضبوطه شوه،</verse>
				<verse number="7">تر دې چې تاسو د يو روحانى نعمت نه هم نيمګړى نۀ يئ کله چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د بيا راتلو په انتظار يئ.</verse>
				<verse number="8">هغه به تاسو تر آخره پورې مضبوط ساتى، نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په ورځ بې‌اِلزامه يئ.</verse>
				<verse number="9">خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.</verse>
				<verse number="10">نو اوس اے وروڼو او خوېندو، عيسىٰ مسيح چې زمونږ مالِک دے، د هغۀ د نوم په وسيله په تاسو زور راوړم چې تاسو ټول يو شئ او په خپل مينځ کښې ډلې مۀ جوړَوئ، بلکې تاسو په يو عقل او پوره په يو خيال او اتفاق شئ.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې اے وروڼو او خوېندو، ستاسو په نسبت ما ته د خلوئ د خاندان نه معلومه شوې ده چې ستاسو په مينځ کښې جګړې روانې دى.</verse>
				<verse number="12">زما مطلب دا دے چې تاسو هر يو وائى چې، ”زۀ د پولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د اپولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د کائفس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د مسيح د ډلې نه يم.“</verse>
				<verse number="13">ولې مسيح په ډلو وويشلے شو؟ ولې پولوس ستاسو دپاره په سولۍ کړے شو؟ يا ولې تاسو د پولوس په نوم بپتسمه اخستې ده؟</verse>
				<verse number="14">زۀ د خُدائ پاک شُکر ګزار يم چې د کرسپوس او ګايوس نه بغېر ما په تاسو کښې بل يو تن ته هم بپتسمه نۀ ده ورکړې،</verse>
				<verse number="15">نو چې څوک دا ونۀ وائى چې تا زما په نوم بپتسمه اخستې ده.</verse>
				<verse number="16">او رښتيا ما د ستِفناس خاندان ته هم بپتسمه ورکړې ده. خو نور زما په ياداشت کښې نۀ راځى چې ما به بل چا ته بپتسمه ورکړې وى.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې مسيح زۀ بپتسمه ورکولو له نۀ يم رالېږلے بلکې د زيرى اورولو دپاره يې رالېږلے يم، او هغه هم زما د عالمانه تقرير په بنياد نه، هسې نه چې د دې په وجه د مسيح سولۍ بې‌اثره شى.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې د سولۍ پېغام د هلاکېدونکو په نزد خو بې‌وقوفى ده خو مونږ دپاره چا چې خلاصون حاصل کړے دے دا د خُدائ پاک قدرت دے.</verse>
				<verse number="19">ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”زۀ به د حکيمانو حِکمت تباه کړم، او د هوښيارانو هوښيارتيا به رد کړم.“</verse>
				<verse number="20">هغوئ چرته دى چې هوښيار دى؟ عالمان چرته دى؟ د دې زمانې تکړه بحث کوونکى چرته دى؟ ولې خُدائ پاک د دُنيا حِکمت ته بې‌وقوفى نۀ ده وئيلې؟</verse>
				<verse number="21">ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بې‌وقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى.</verse>
				<verse number="22">ځکه چې يهوديان د نښو طلب کوى او يونانيان د حِکمت خواهشمند دى.</verse>
				<verse number="23">خو مونږ په سولۍ شوى مسيح زيرے ورکوو چې د يهوديانو په نزد د تيندک خوړلو کاڼے او د غېر‌يهوديانو په نزد بې‌وقوفى ده.</verse>
				<verse number="24">خو څوک چې رابللى شوى دى، کۀ يهوديان دى کۀ غېر‌يهوديان، د دواړو دپاره مسيح د خُدائ پاک قدرت او د خُدائ پاک حِکمت دے.</verse>
				<verse number="25">کۀ چرته بنى آدمو ته د خُدائ پاک حکمت بې‌وقوفى ښکارى خو دا د بنى آدم د حکمت نه زيات حکمت دے او کۀ دوئ ته د خُدائ پاک زور کمزورے ښکارى خو دا بيا هم د بنى آدمو د زور نه زورَور دے.</verse>
				<verse number="26">اے وروڼو او خوېندو، د خپل پخوانى مقام په حقله سوچ وکړئ چې ستاسو په مينځ کښې د انسانى معيار په مطابق تاسو کښې نۀ ډېر هوښيار وُو، نۀ ډېر زورَور وُو او نۀ ډېر د اوچت خاندان خلق وُو.</verse>
				<verse number="27">خو خُدائ پاک د دُنيا بې‌وقوفان غوره کړل د دې دپاره چې هوښياران شرمنده کړى، او خُدائ پاک د دُنيا کمزورى غوره کړل د دې دپاره چې زورَور شرمنده کړى.</verse>
				<verse number="28">بلکې خُدائ پاک د دُنيا کمزورى، سپک او بې‌اصله خلق غوره کړل د دې دپاره چې په هغوئ معتبر خلق نشت کړى،</verse>
				<verse number="29">نو چې بيا هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې فخر ونۀ کړى.</verse>
				<verse number="30">خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو،</verse>
				<verse number="31">نو دې دپاره لکه څنګه چې ليکلى دى، ”څوک چې فخر کوى هغه دې په مالِک فخر کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">اے وروڼو او خوېندو، کله چې زۀ تاسو له راغلم او په تاسو کښې مې د خُدائ پاک د راز زيرے خور کړو، نو هغه څۀ د اوچتې درجې تقرير يا د حِکمت په زور نۀ وو.</verse>
				<verse number="2">کله چې زۀ تاسو سره وم نو ما دا فېصله کړې وه چې تاسو ته په سولۍ شوى عيسىٰ مسيح نه بغېر نور د هيڅ بيان ونۀ کړم.</verse>
				<verse number="3">او زۀ تاسو ته په عاجزۍ، ويره او رپېدو راغلم.</verse>
				<verse number="4">زما د بيان او د زيرى د اثر وجه د حِکمت او په مائل کوونکو خبرو نۀ وو بلکې هغه د خُدائ پاک د روح او د قدرت د مخه ثابت وو،</verse>
				<verse number="5">نو ما دا ځکه وکړل چې ستاسو ايمان د انسان د حِکمت په بنياد نه بلکې د خُدائ پاک په قدرت ولاړ وى.</verse>
				<verse number="6">بيا هم په کلکو ايماندارانو کښې مونږ د حِکمت خبرې کوُو کۀ څۀ هم چې دا نۀ د دُنيا او نۀ د دې دُنيا د سردارانو حِکمت دے، څوک چې فنا کېدونکى دى.</verse>
				<verse number="7">بلکې مونږ د خُدائ پاک د هغه پټ حِکمت راز بيانوو کوم چې خُدائ پاک د دُنيا جوړولو نه مخکښې زمونږ د لويئ دپاره فېصله کړې وه.</verse>
				<verse number="8">نو د دې زمانې يو سردار هم په دې پوهه نۀ شو ځکه کۀ هغوئ پوهه شوى وے نو د جلال مالِک به يې په سولۍ کړے نۀ وو.</verse>
				<verse number="9">بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى.“</verse>
				<verse number="10">دا ټولې خبرې خُدائ پاک په مونږ د روح په وسيله ښکاره کړې، ځکه چې روح د هر څيز تلاش کوى بلکې د خُدائ پاک پټې خبرې هم معلوموى.</verse>
				<verse number="11">ځکه څوک د بل انسان د زړۀ خبرې معلومولے شى بغېر د انسان د خپل روح نه چې په هغۀ کښې دننه دے؟ دغه شان د خُدائ پاک د روح نه بغېر هيچا ته د خُدائ پاک خبرې معلومې نۀ دى.</verse>
				<verse number="12">خو مونږ دُنياوى روح نۀ دے حاصل کړے، بلکې هغه روح مو حاصل کړے دے چې د خُدائ پاک د طرفه دے، د دې دپاره چې هغه نعمتونه وپېژنو کوم چې خُدائ پاک مونږ ته وړيا راکړى دى.</verse>
				<verse number="13">او مونږ هغه خبرې هغه شان نۀ بيانوو چې انسانى حِکمت مونږ ته ښودلى دى، بلکې هغه شان يې بيانوو چې مونږ ته روح راښودلى دى، او دغسې روحانى خبرې هغه چا ته ښايُو، څوک چې روحانى دى.</verse>
				<verse number="14">خو څوک چې روحانى نۀ وى نو هغوئ د خُدائ پاک د روح خبرې نۀ منى ځکه چې دا د هغوئ په نزد بې‌وقوفى ده، او هغوئ په هغې نۀ شى پوهېدے ځکه چې هغوئ تش د روحُ القُدس په وسيله پوهېدے شى.</verse>
				<verse number="15">څوک چې روحانى خلق دى هغوئ هر څۀ آزمائى خو هغه په خپله هيڅوک نۀ شى آزمائيلے.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې، ”د مالِک خُدائ په اراده څوک پوهېدے شى؟ يا څوک هغۀ ته مشوره ورکولے شى؟“ خو مونږ د مسيح عقل لرو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">اے وروڼو او خوېندو، ما تاسو سره لکه د روحانى خلقو په شان خبرې ونۀ کړے شوې بلکې داسې مې وکړې لکه چې دُنياوى خلقو سره چې په مسيح کښې ماشومان دى.</verse>
				<verse number="2">ما تاسو له پئ درکړل خو روټۍ نه، ځکه چې تاسو روټۍ خوړلو ته تيار نۀ وئ. بلکې اوس هم لا تاسو تيار نۀ يئ.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې تر اوسه پورې تاسو د ګناه د فطرت په اختيار کښې يئ، او چې تر اوسه پورې په تاسو کښې حسد او جګړه روانه ده. نو ولې د دې نه دا پته نۀ لګى چې تاسو تر اوسه د انسانى خواهش په مطابق کردار کوئ؟</verse>
				<verse number="4">ځکه چې څۀ وخت چې يو وائى چې زۀ د پولوس په ډله کښې يم او بل وائى چې زۀ د اپولوس په ډله کښې يم، نو ولې تاسو په داسې کولو د انسانى فطرت په مطابق نۀ شوئ؟</verse>
				<verse number="5">اپولوس څوک دے؟ او پولوس څوک دے؟ هغوئ خو صرف خادِمان دى د چا په وسيله چې تاسو ايمان راوړو او دغه شان مونږ هر يو هغه خِدمت وکړو کوم چې مالِک مونږ ته حواله کړے وو.</verse>
				<verse number="6">ما کرونده وکړه، اپولوس اوبۀ ورکړې، خو وده ورته خُدائ پاک ورکړه.</verse>
				<verse number="7">نو بيا نۀ کرونده کوونکے او نۀ اوبۀ ورکوونکے څۀ شے دے، بلکې صرف خُدائ پاک دے چې وده ورکوونکے دے.</verse>
				<verse number="8">د تخم کرونکى او د اوبو ورکوونکى دواړو مقصد يو دے، خو هر يو به د خپل محنت په مطابق اجر بيا مومى.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې مونږ د خُدائ پاک خِدمتګار يُو، تاسو د خُدائ پاک زمکه او د خُدائ پاک عمارت يئ.</verse>
				<verse number="10">ما د هغه فضل په مطابق چې خُدائ پاک راته راکړو، ما د يو پوهه ګلکار په شان بنياد کېښودو او کۀ په هغې بل څوک عمارت ودانوى، نو هر يو ګلکار دې په دې خبردار شى چې پرې څنګه عمارت جوړ کړى.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې هيڅوک هم بل بنياد نۀ شى اېښودلے بغېر د هغه بنياد نه چې اېښودلے شوے دے، او هغه بنياد عيسىٰ مسيح دے.</verse>
				<verse number="12">کۀ څوک په هغه بنياد باندې د سرو زرو، د سپينو زرو، د قيمتى کاڼو، لرګو، واښو يا د بوسو عمارت جوړوى،</verse>
				<verse number="13">نو د هر ګلکار کار به په خپله ښکاره شى ځکه چې د قيامت په ورځ به دا په اور راڅرګند شى. او زمونږ د کار نېکى او بدى به په اور وآزمائيلے شى.</verse>
				<verse number="14">کۀ په هغه بنياد د چا جوړ عمارت باقى پاتې شى نو هغه ګلکار به اجر بيا مومى.</verse>
				<verse number="15">کۀ د چا کار وسوزيږى نو هغۀ ته به تاوان ورسيږى، خو هغه به په خپله په سوزېدو سوزېدو کښې د اور نه بچ شى.</verse>
				<verse number="16">ولې تاسو خبر نۀ يئ چې تاسو د خُدائ پاک کور يئ او د خُدائ پاک روح په تاسو کښې اوسيږى؟</verse>
				<verse number="17">کۀ څوک د خُدائ پاک کور بربادوى نو خُدائ پاک به هغه کس برباد کړى ځکه چې د خُدائ پاک کور پاک دے او هغه کور تاسو يئ.</verse>
				<verse number="18">په تاسو کښې دې څوک هم خپل ځان نۀ دوکه کوى. کۀ ستاسو خيال وى چې تاسو د دې دُنيا په معيار هوښيار يئ، نو تاسو خپل ځان ناپوهه وګڼئ نو بيا به تاسو هوښيار شئ.</verse>
				<verse number="19">ځکه چې د دې دُنيا حِکمت د خُدائ پاک په نزد بې‌وقوفى ده، ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”هغه هوښياران د هغوئ په چالاکۍ راګېروى.“</verse>
				<verse number="20">او بيا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ د هوښيارانو په خيالونو پوهه دے چې باطل دى.“</verse>
				<verse number="21">نو بيا تاسو په يو انسان هم فخر مۀ کوئ، ځکه چې ټول هر څۀ ستاسو دى،</verse>
				<verse number="22">نو کۀ پولوس وى او کۀ اپولوس، کۀ پطروس، او کۀ دُنيا، ژوند وى يا مرګ، کۀ موجوده وخت وى او يا آئنده وخت وى دا ټول هر څۀ ستاسو دى،</verse>
				<verse number="23">او تاسو د عيسىٰ مسيح يئ او مسيح د خُدائ پاک دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">تاسو مونږ د مسيح خادِمان او د خُدائ پاک د رازونو ساتونکى وګڼئ.</verse>
				<verse number="2">اوس ساتونکو ته په کار دى چې هغوئ اعتبارى وى.</verse>
				<verse number="3">خو زما دپاره دا ډېره وړه خبره ده چې تاسو يا بل انسانى عدالت دې زما جاج واخلى، بلکې زۀ په خپله هم د ځان جاج نۀ اخلم.</verse>
				<verse number="4">زۀ په خپله په خپل ځان کښې د څۀ عېب احساس نۀ کوم خو د دې مطلب دا نۀ دے چې زۀ بې‌عېبه يم. ځکه چې مالِک زما جاج اخلى.</verse>
				<verse number="5">نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.</verse>
				<verse number="6">اے وروڼو او خوېندو، ما په دغه خبرو کښې د خپل ځان او د اپولوس ذکر د مِثال په طور وکړو د دې دپاره چې تاسو زمونږ په وسيله د دې خبرو مطلب زده کړئ، د ليکل شوى کلام نه زيات څۀ مۀ وايئ، او د يو مشر صِفت او د بل غېبت مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="7">تاسو هيچا هم په بل باندې بهتر کړى نۀ يئ. او تاسو سره چې څۀ دى هغه خُدائ پاک درکړى دى. او بيا چې هر څۀ خُدائ پاک درکړى دى نو بيا په څۀ خبره فخر کوئ لکه چې هغۀ نۀ وى درکړى؟</verse>
				<verse number="8">ستاسو په خيال تاسو اوس هغه هر څۀ حاصل کړل څۀ چې تاسو غوښتل، تاسو اوس مالداره شوى يئ، زمونږ نه بغېر تاسو بادشاهى کوئ، په حقيقت کښې زما خواهش وو چې تاسو بادشاهان شئ نو چې مونږ هم درسره بادشاهى وکړُو.</verse>
				<verse number="9">خو په اصل کښې خُدائ پاک مونږ رسولان د ټولو نه لاندې کړُو او د هغه خلقو په شان يې پېش کړُو په چا چې د مرګ حکم شوے وى، ولې چې مونږ د ټولې دُنيا، يعنې فرښتو او د بنى آدمو په وړاندې يوه تماشه شُو.</verse>
				<verse number="10">مونږ د مسيح په خاطر بې‌وقوفان يُو، خو تاسو په مسيح کښې هوښيار يئ. مونږ کمزورى يُو خو تاسو زورَور يئ. تاسو عزتمند يئ او مونږ سپک يُو.</verse>
				<verse number="11">په دې موجوده وخت کښې مونږ اوږى، تږى يُو، کپړې مو زړې دى او وهلے شوى يُو او بې‌کوره يُو،</verse>
				<verse number="12">او مونږ په خپلو لاسونو خوارى کوُو. خلق په مونږ بد وائى، مونږ ورته دُعا کوُو، کله چې مو زوروى، مونږ يې زغمو،</verse>
				<verse number="13">څوک چې مونږ بدناموى، هغوئ ته په مينې سره خواست کوُو. مونږ تر ننه پورې د دُنيا د ډيران او د ګند په شان پاتې شوى يُو.</verse>
				<verse number="14">زۀ دا خبرې ستاسو د شرمولو دپاره نۀ ليکم بلکې تاسو ته د خپلو خوږو بچو په شان نصيحت کوم.</verse>
				<verse number="15">ځکه چې کۀ په مسيح کښې ستاسو اُستاذان بې‌شمېره هم وى خو بيا هم ستاسو روحانى پلار يو دے، او د زيرى په وسيله زۀ په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو پلار شوم.</verse>
				<verse number="16">نو زۀ تاسو ته زارى کوم چې زما په نقش قدم شئ.</verse>
				<verse number="17">په دې وجه ما تاسو ته تيموتيوس درولېږلو، هغه په مالِک کښې زما خوږ او وفادار زوئ دے، چې تاسو ته په مسيح کښې زما هغه طريقې دريادې کړى چې زۀ يې هغوئ ته په هر ځائ او په هر جماعت کښې تعليم ورکوم.</verse>
				<verse number="18">خو تاسو کښې ځينې داسې مغروره شول چې زۀ ګنې تاسو ته درتلے نۀ شم.</verse>
				<verse number="19">خو کۀ مالِک وغوښتل نو زۀ به تاسو له زر درشم او زۀ به نۀ صرف د هغه مغروره خلقو خبرې بلکې د هغوئ روحانى قدرت هم معلوم کړم.</verse>
				<verse number="20">ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهت په تشو خبرو نه، بلکې د هغۀ په قدرت ولاړ دے.</verse>
				<verse number="21">نو تاسو څۀ وايئ چې زۀ تاسو ته کوتک په لاس يا په مينه د نرمۍ په روح کښې درشم؟</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">زۀ خبر شوے يم چې ستاسو په مينځ کښې جنسى حرام کارى کيږى، بلکې داسې جنسى حرام کارى چې په بې‌دينه خلقو کښې هم نۀ کيږى. په تاسو کښې يو سړے دے چې د هغۀ خپلې ميرنۍ مور سره ناجائزه تعلقات دى.</verse>
				<verse number="2">او تاسو پرې فخر کوئ. ولې تاسو ته په کار نۀ دى چې پرې وشرمېږئ؟ او چا چې دا کار کړے دے هغه د خپل مينځ نه وشړئ.</verse>
				<verse number="3">زۀ اګر کۀ په جسمانى طور موجود نۀ يم خو په روحانى طور موجود يم. او په داسې کس ما داسې فېصله واوروله لکه چې زۀ تاسو سره موجود يم.</verse>
				<verse number="4">کله چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ په نوم راجمع شئ او زۀ تاسو سره په روح کښې موجود يم، او چې زمونږ د مالِک عيسىٰ قدرت هم راسره موجود وى،</verse>
				<verse number="5">نو تاسو دا سړے د هلاکت دپاره شېطان ته وسپارئ، نو د هغۀ ګناه ګار بدن به هلاک شى خو د هغۀ روح به د مالِک خُدائ د قيامت د راتلو په ورځ خلاصون بيا مومى.</verse>
				<verse number="6">ستاسو فخر کول ښۀ خبره نۀ ده. ولې تاسو خبر نۀ يئ چې لږه شان خمبيره په قلپۍ کښې ټول اخښلے شوى اوړۀ خمبيره کوى؟</verse>
				<verse number="7">خپل ځان نه زړه خمبيره وباسئ، نو چې تاسو لکه د تازه پتيره اوړو په شان جوړ شئ ځکه چې په حقيقت کښې تاسو د خمبيره اوړو په شان نۀ يئ، نو تاسو پاک يئ، ځکه چې مسيح د فسح اختر ګډُورے، زمونږ دپاره قربان شوے دے.</verse>
				<verse number="8">نو راځئ چې مونږ اختر وکړُو، نۀ په زړه خمبيره او نۀ د بدۍ او نۀ د شرارت په خمبيره بلکې په صفا زړۀ او د رښتياو په پتيره روټۍ باندې.</verse>
				<verse number="9">ما په خپل خط کښې تاسو ته دا ليکلى وُو چې د حرام کارو سره ناسته پاسته مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="10">زما مطلب خو دا نۀ دے چې تاسو بلکل په خپل ژوند کښې د بې‌ايمانه، حرام کارو، لالچيانو، ظالمانو يا بُت پرستانو سره تعلق پرېږدئ، نو په داسې کولو خو به بيا تاسو دا دُنيا پرېښودلى وى.</verse>
				<verse number="11">خو زۀ اوس تاسو ته دا ليکم چې کۀ څوک ځان ته ايماندار ورور يا خور وائى او حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو د داسې کس سره روټۍ قدرې هم مۀ خورئ.</verse>
				<verse number="12">ځکه چې زما څۀ کار دے چې د هغوئ عدالت وکړم چې د جماعت نه بهر دى؟ خو تاسو د هغوئ عدالت کوئ څوک چې په جماعت کښې شامل دى.</verse>
				<verse number="13">خُدائ پاک به په خپله د هغوئ عدالت وکړى څوک چې مونږ نه بهر دى. ”هغه بد سړے د خپل مينځ نه وشړئ.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">ولې تاسو دا جرأت کوئ چې کله ستاسو د خپل ايماندار ورور سره مقدمه وى نو تاسو د فېصلې دپاره دا د بې‌دينه خلقو عدالت ته پېش کوئ او مقدسينو ته يې نۀ پېش کوئ؟</verse>
				<verse number="2">ولې تاسو ته دا پته نشته چې مقدسين به د دُنيا عدالت کوى؟ نو چې تاسو به د دُنيا عدالت کوئ نو ولې تاسو د دې جوګه نۀ يئ چې د معمولى نه معمولى مقدمو فېصلې وکړئ؟</verse>
				<verse number="3">ولې تاسو ته پته نشته چې مونږ به د فرښتو عدالت کوُو؟ نو بيا به تاسو عامې مقدمې نۀ شئ فېصله کولے څۀ؟</verse>
				<verse number="4">نو کۀ ستاسو په مينځ کښې عامې مقدمې وى نو ولې تاسو هغه خلق منصفان مقرروئ چې په جماعت کښې د هغوئ څۀ حيثيت نۀ وى؟</verse>
				<verse number="5">تاسو ته زۀ دا د شرمولو دپاره وايم چې ولې په تاسو کښې څوک هم دومره هوښيار نشته چې هغه د دوو ايماندارانو په مينځ کښې فېصله وکړى؟</verse>
				<verse number="6">ځکه چې يو ايماندار د بل ايماندار خلاف عدالت ته ځى او هغه هم بې‌دينو خلقو له.</verse>
				<verse number="7">په حقيقت کښې په يو بل مقدمه کول ستاسو غلطى ده. آيا دا به ښۀ نۀ وه چې هغه نا اِنصافى مو برداشت کړے وے؟ او يا کۀ چا تاسو له دوکه درکړى وه او په هغې مو صبر کړے وے؟</verse>
				<verse number="8">خو تاسو په خپله ايماندارانو سره بد کوئ او ورله دوکه ورکوئ.</verse>
				<verse number="9">ولې تاسو په دې خبر نۀ يئ چې بدکاران به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى؟ ځان مۀ دوکه کوئ، نۀ به حرام کار، نۀ بُت پرست، نۀ زناکار، نۀ بچه بازان،</verse>
				<verse number="10">نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار او نۀ به دوکه مار د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان شى.</verse>
				<verse number="11">او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.</verse>
				<verse number="12">ستاسو په خيال چې ټول څيزونه تاسو ته روا دى خو زۀ وايم چې ټول څيزونه فائده مند نۀ دى. کۀ تاسو ټول څيزونه ځان دپاره روا ګڼئ خو بيا هم خپل ځان د هغوئ غلام مۀ جوړَوئ.</verse>
				<verse number="13">ستاسو په خيال چې خوراک د خېټې دپاره دے او خېټه د خوراک دپاره ده خو زۀ وايم چې خُدائ پاک به هغه دواړه ختم کړى. بدن د حرامکارۍ دپاره نۀ دے جوړ شوے بلکې د مالِک د خِدمت دپاره جوړ شوے دے او مالِک د بدن ساتونکے دے.</verse>
				<verse number="14">خُدائ پاک مالِک هم بيا ژوندے کړو او مونږ به هم په خپل قُدرت سره بيا ژوندى کړى.</verse>
				<verse number="15">ولې تاسو خبر نۀ يئ چې ستاسو بدنونه د مسيح اندامونه دى؟ نو ولې زۀ دې د مسيح اندامونو نه د يوې کنجرې اندامونه جوړ کړم؟ نه، هيڅکله نه.</verse>
				<verse number="16">ولې تاسو نۀ يئ خبر چې هر څوک چې کنجرې له لاړ شى نو هغه د هغې سره يو بدن شى؟ ځکه چې صحيفې وائى چې، ”دا دواړه به يو بدن شى.“</verse>
				<verse number="17">خو هر څوک چې د مالِک سره پيوند شى، هغه به د مالِک سره يو روح شى.</verse>
				<verse number="18">د حرام کارۍ نه تښتئ. د انسان نه چې کومه ګناه کيږى هغه د بدن نه بهر وى د زنا نه بغېر، ځکه چې حرام کار خپل بدن هم تباه کوى.</verse>
				<verse number="19">ولې تاسو ته پته نشته چې ستاسو بدن د روحُ القُدس کور دے؟ څوک چې په تاسو کښې اوسيږى او هغه د خُدائ پاک د طرف نه تاسو ته درکړے شوے دے. نو اوس تاسو د خپل ځان مالِک نۀ يئ.</verse>
				<verse number="20">ځکه چې خُدائ پاک تاسو په بيعه اخستى يئ، نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">اوس د هغه مسئلو په حقله کومې چې تاسو ليکلى دى چې د سړى دپاره دا بهتره ده چې د ښځې سره کوروالے ونۀ کړى.</verse>
				<verse number="2">خو د حرام کارۍ نه د بچ کېدو د خاطره دا به ښۀ وى چې د هر سړى خپله ښځه وى او د هرې ښځې خپل خاوند وى.</verse>
				<verse number="3">خاوند دې د خپلې ښځې د کوروالى خيال ساتى او هم دغه شان دې ښځه د خپل خاوند خيال ساتى.</verse>
				<verse number="4">ښځه د خپل بدن اختيارمنده نۀ ده، بلکې اختيار د خاوند دے. هم دغه شان خاوند د خپل بدن اختيارمند نۀ دے بلکې د هغۀ ښځه ده.</verse>
				<verse number="5">تاسو د يو بل سره کوروالے مۀ پرېږدئ خو د لږ وخت دپاره د يو بل په مشوره خير دے چې د دُعا خاص فرصت درته مِلاو شى، او د لږ وخت نه وروستو بيا يو ځائ شئ، هسې نه چې شېطان د نفس د کمزورۍ په وجه تاسو په آزمېښت کښې واچوى.</verse>
				<verse number="6">زۀ تاسو ته د دې اجازت درکوم خو حُکم نه.</verse>
				<verse number="7">زما دا خواهش دے چې هر څوک دې په دې مسئله کښې زما په شان ناوادۀ کړے وى خو د خُدائ پاک د طرف نه هر چا ته جدا جدا نعمت ورکړے شوے دے.</verse>
				<verse number="8">نو زۀ ناوادۀ کړو او کونډو ته دا وايم چې د هغوئ دپاره دا بهتره ده چې زما په شان ناوادۀ کړى پاتې شى.</verse>
				<verse number="9">خو کۀ هغوئ خپل ځانونه نۀ شى قابو کولے نو وادۀ دې وکړى ځکه چې وادۀ کول په شهوت کښې د سوزېدو نه ښۀ دى.</verse>
				<verse number="10">خو چې د چا وادۀ شوے وى هغوئ ته، زۀ نه، بلکې مالِک حکم ورکوى، چې ښځه دې د خپل خاوند نه نۀ جدا کيږى.</verse>
				<verse number="11">خو کۀ هغه جدا شى نو هغه دې بل خاوند ونۀ کړى يا دې د خپل خاوند سره دوباره پخلا شى، او خاوند دې هم د خپلې ښځې نه، نۀ تښتى.</verse>
				<verse number="12">دې نورو ته هم زۀ دا وايم، نه چې مالِک، کۀ د يو ايماندار ښځه ايمانداره نۀ وى او هغه د هغۀ سره په اوسېدو راضى وى نو هغه دې خپلې ښځې له طلاق نۀ ورکوى.</verse>
				<verse number="13">او کۀ د کومې ښځې خاوند چې ايماندار نۀ وى او هغه د هغې سره په اوسېدو راضى وى نو هغه دې د خپل خاوند نه طلاق نۀ اخلى</verse>
				<verse number="14">ځکه چې کوم خاوند ايماندار نۀ وى، نو هغه د ښځې په وجه پاک شى او کومه ښځه چې ايمانداره نۀ وى، نو هغه د ايماندار خاوند په وجه پاکه شى، ګنې ستاسو بچى به ناپاک وُو خو اوس پاک دى.</verse>
				<verse number="15">خو کۀ بې‌ايمانه خاوند يا ښځه په خپلو کښې جدا کېدل غواړى نو پرېږدئ چې جدا شى. په داسې حالت کښې ايماندار خاوند يا ښځه د يو بل پابند نۀ دى، ځکه چې خُدائ پاک تاسو د سلامتۍ ژوند کولو دپاره رابللى يئ.</verse>
				<verse number="16">ولې چې اے ښځې، تۀ څۀ خبر يې، کېدے شى چې تۀ خپل خاوند بچ کړې. او اے سړيه، تۀ څۀ خبر يې، کېدے شى چې تۀ خپله ښځه بچ کړې.</verse>
				<verse number="17">خو بيا هم هر يو کس ته په کار دى چې هغه شان ژوند تير کړى کوم چې مالِک ورته مقرر کړے دے او کوم ته چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ. په ټولو جماعتونو کښې زما دا دستور دے.</verse>
				<verse number="18">کۀ چرې څوک سنت شوى رابللے شوى وى نو هغوئ دې خپل ځانونه ناسنته نۀ ښکاره کوى، او کۀ چرې څوک ناسنته رابللے شوى وى نو هغوئ دې خپل ځانونه نۀ سنتوى.</verse>
				<verse number="19">ځکه چې په سنت او ناسنته کښې څۀ مطلب نشته بلکې د خُدائ پاک په حکمونو عمل کول ضرورى دى.</verse>
				<verse number="20">تاسو هر يو چې په کوم حالت کښې رابللے شوى يئ هم په هغې کښې پاتې شئ.</verse>
				<verse number="21">آيا تۀ غلام وې کله چې راوبللے شوې؟ نو په دې مۀ پرېشانه کېږه، خو کۀ تا ته د آزادېدو موقع مِلاو شى نو هغه اختيار کړه.</verse>
				<verse number="22">ځکه کۀ تاسو د غلامۍ په حالت کښې مالِک ته رابللے شوى يئ، نو په مالِک کښې آزاد کړے شوى يئ. دغه شان څوک چې آزاد رابللے شوے دے، هغه اوس د مسيح غلام دے.</verse>
				<verse number="23">تاسو په بيعه اخستے شوى يئ، نو اوس د انسانانو غلامان مۀ جوړېږئ.</verse>
				<verse number="24">اے وروڼو او خوېندو، په کوم حالت کښې چې تاسو رابللے شوى وئ، هم په هغې کښې د خُدائ پاک سره قائم پاتې شئ.</verse>
				<verse number="25">خو د پېغلو په باب کښې ما سره د مالِک څۀ حکم نشته، خو زۀ څوک چې مالِک د خپل رحم په وسيله د اعتماد قابل کړے يم تاسو ته خپله رائے درکوم.</verse>
				<verse number="26">زما په خيال چې په دې سخت حالت کښې تاسو دپاره دا بهتره ده چې څنګه يئ هم هغه شان پاتې شئ.</verse>
				<verse number="27">کۀ ستا ښځه وى نو هغې له د طلاق ورکولو کوشش مۀ کوه او کۀ ستا ښځه نۀ وى نو د وادۀ کولو کوشش مۀ کوه.</verse>
				<verse number="28">خو کۀ تۀ وادۀ وکړې نو تا ګناه نۀ ده کړې، او کۀ يوه پېغله وادۀ شى نو هغې څۀ ګناه ونۀ کړه، خو کۀ څوک وادۀ وکړى نو په ژوند کښې به پرې تکليفونه راشى او زۀ تاسو د دې نه بچ کول غواړم.</verse>
				<verse number="29">خو اے وروڼو او خوېندو، زۀ دا وايم چې مقرر شوے وخت رانزدې دے نو د دې نه پس دې د ښځو خاوندان داسې وى لکه چې د هغوئ ښځې نۀ وى،</verse>
				<verse number="30">او ژړېدونکى دې داسې وى لکه چې هغوئ نۀ ژړل، او څوک چې خوشحالى کوى، هغوئ دې داسې وى لکه چې هغوئ خوشحالى نۀ کوى، او اخستونکى دې داسې وى لکه چې مال ورسره نۀ وى،</verse>
				<verse number="31">او څوک چې د دُنيا سره لېن دېن کوى هغوئ دې داسې وى لکه دې سره يې هيڅ لېن دېن نۀ وى. ځکه چې دا موجوده دُنيا فنا کېدونکې ده.</verse>
				<verse number="32">زۀ دا غواړم چې تاسو د پرېشانۍ نه بې‌غمه اوسئ. ناوادۀ شوے سړے د مالِک په حقله سوچ کوى چې مالِک به څنګه راضى کړى.</verse>
				<verse number="33">خو وادۀ شوے سړے د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ کوى چې خپله ښځه به څنګه راضى کړى،</verse>
				<verse number="34">او هغه دوه زړيه شى. خو ناوادۀ شوې ښځه او پېغله د مالِک په فکر کښې اوسيږى چې د هغوئ بدن او روح دواړه پاک شى، خو وادۀ شوې ښځه د دُنياوى څيزونو په حقله فکر کوى چې څنګه به خپل خاوند راضى کړى.</verse>
				<verse number="35">زۀ دا ستاسو د فائدې دپاره وايم، نه چې په تاسو څۀ پابندۍ دپاره بلکې څۀ چې ښۀ وى په هغې عمل وکړئ او تاسو د مالِک په خِدمت کښې بې‌غمه آخته اوسئ.</verse>
				<verse number="36">کۀ د چا دا خيال وى چې هغه د خپلې چنغلې سره د وادۀ نۀ کولو په وجه د هغې حق وهى او د هغې زيات خواهشمند وى نو پرېږدئ چې د هغې سره وادۀ وکړى نو دا ګناه نۀ ده.</verse>
				<verse number="37">خو کۀ چا خپل ځان سره د وادۀ نۀ کولو پخه اراده کړې وى او هغه مجبوره نۀ وى بلکې خپل خواهش ساتلے شى او په زړۀ کښې يې دا وى چې خپله چنغله به بې‌وادۀ نۀ پرېږدى نو هغه ښۀ کوى.</verse>
				<verse number="38">نو بيا څوک چې د خپلې چنغلې سره وادۀ کوى هغه ښۀ کوى، او څوک يې چې نۀ کوى هغه لا ښۀ کوى.</verse>
				<verse number="39">د يوې ښځې چې ترڅو خاوند ژوندے وى هغه تر هغې د هغۀ پابنده ده، خو کۀ خاوند يې مړ شى نو هغه بيا آزاده ده خو صرف د ايماندار سره وادۀ کولے شى.</verse>
				<verse number="40">خو زما په خيال به هغه بختوره وى چې په خپل حالت کښې پاتې شى څنګه چې ده، او زما په خيال چې د خُدائ پاک د روح په مطابق تاسو ته زۀ دا نصيحت کوم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">کوم سوال چې تاسو ته د هغه خوراک په حقله کوم چې بُتانو ته پېش کيږى پېدا شوے دے، جواب يې دا دے چې مونږ ټول خو د دې موضوع په حقله عِلم لرو. خو عِلم مونږ مغروره کوى، او مينه مونږ جوړوى.</verse>
				<verse number="2">کۀ څوک دا وائى چې زۀ پوهه يم نو څنګه چې پوهېدل په کار دى هغه شان لا نۀ پوهيږى.</verse>
				<verse number="3">خو څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى خُدائ پاک په خپله هغه پېژنى.</verse>
				<verse number="4">نو بُتانو ته د پېش کړے شوى خوراک د خوړلو په حقله مونږ پوهيږو چې په بُت کښې هيڅ رښتينوالے نشته او بغېر د يو خُدائ پاک نه بل نشته.</verse>
				<verse number="5">کۀ خلق په زمکه او په آسمان کښې ډېر معبودان او ډېر خُدايان او مالِکان منى،</verse>
				<verse number="6">خو زمونږ دپاره يو خُدائ پاک دے، يعنې پلار، او څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا دپاره چې مونږ ژوندى يُو، او يو مالِک دے، يعنې عيسىٰ مسيح څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا په وسيله چې مونږ ژوندى يُو.</verse>
				<verse number="7">خو هر چا ته دا عِلم نشته بلکې د ځينو خو اوس هم د بُت پرستۍ عادت دے، هغوئ اوس هم هغه غوښه د بُت قربانى ګڼى او خورى يې او د هغوئ ضمير کمزورے او پليت دے.</verse>
				<verse number="8">خوراک مونږ د خُدائ پاک سره نزدې کولے نۀ شى. کۀ وې يې نۀ خورو نو مونږ ته يې څۀ نقصان نشته او کۀ وې يې خورو نو څۀ فائده هم نشته.</verse>
				<verse number="9">خو خيال کوئ، چې ستاسو آزادى د کمزورو دپاره د تيندک باعث نۀ شى.</verse>
				<verse number="10">ځکه کۀ نور خلق ستا په شان د عِلم خاوند په بُت‌خانه کښې په خوراک ووينى نو ولې د هغوئ کمزورے ضمير به زړَور نۀ شى چې د بُتانو د قربانۍ غوښه وخورى؟</verse>
				<verse number="11">نو ستا د عِلم په وجه به هغه کمزورى ايمانداران چې د چا دپاره چې مسيح مړ شو، هغه به هلاک شى.</verse>
				<verse number="12">خو کله چې تاسو د نورو ايماندارانو په خلاف ګناه کوئ او د هغوئ کمزورے ضمير زخمى کوئ نو تاسو د مسيح خلاف ګناه کوئ.</verse>
				<verse number="13">په دې وجه کۀ زما د خوراک په وجه زما ورور يا خور تيندک خورى نو زۀ به هيڅکله هم غوښه ونۀ خورم نو چې زۀ د هغوئ دپاره د تيندک سبب ونۀ ګرځم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">ولې زۀ آزاد نۀ يم څۀ؟ ولې زۀ رسول نۀ يم څۀ؟ ولې ما عيسىٰ چې زمونږ مالِک دے نۀ دے ليدلے څۀ؟ ولې تاسو په مالِک کښې زما د خِدمت مېوه نۀ يئ څۀ؟</verse>
				<verse number="2">کۀ زۀ د نورو دپاره رسول نۀ يم نو کم از کم ستاسو دپاره خو يم ځکه چې تاسو په مالِک کښې زما د رسالت مهر يئ.</verse>
				<verse number="3">څوک چې زما آزمېښت کوى دا د هغوئ په وړاندې زما دفاع ده،</verse>
				<verse number="4">ولې مونږ ته د خپل خوراک څښاک حق نشته څۀ؟</verse>
				<verse number="5">ولې مونږ ته دا حق نشته چې ايمانداره ښځه په نِکاح کړُو او ځان سره يې کړو لکه څنګه چې نور رسولان او د مالِک وروڼه او کائفس کوى؟</verse>
				<verse number="6">يا يواځې زۀ او برنباس د ژوند تېرولو دپاره په خوارۍ مزدورۍ پړ يُو څۀ؟</verse>
				<verse number="7">ولې تر اوسه چا په خپله خرچه د فوج خِدمت کړے دے؟ څوک داسې دے چې د انګورو باغ وکَرى او مېوه يې نۀ خورى؟ يا څوک داسې دى چې رمه څروى او د هغې پئ نۀ څښى؟</verse>
				<verse number="8">ولې زۀ دا خبرې د بنى آدم د خيال نه کوم؟ ولې شريعت هم داسې نۀ وائى؟</verse>
				<verse number="9">ځکه چې د موسىٰ په شريعت کښې دا ليکلى دى چې، ”تاسو د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ.“ ولې خُدائ پاک د غوَيانو فکر کوى څۀ؟</verse>
				<verse number="10">يا ولې هغه دا خاص زمونږ دپاره نۀ فرمائى؟ دا حقيقت کښې زمونږ دپاره ليکلے شوى دى ځکه چې څوک قلبه کوى په دې اُميد يې کوى چې څۀ به حاصل کړى او څوک چې غوبل کوى په دې اُميد يې کوى چې په فصل کښې به ورته برخه مِلاو شى.</verse>
				<verse number="11">کۀ مونږ ستاسو په مينځ کښې روحانى تخم وکَرلو نو ولې دا څۀ لويه خبره ده چې مونږ ستاسو د مادى څيزونو فصل وريبو؟</verse>
				<verse number="12">چې د نورو په تاسو دا حق شته نو ولې زمونږ د دې نه زيات نۀ دے څۀ؟ مونږ کله هم دې حق نه کار وانۀ خستو خو مونږ هر څيز برداشت کوُو د دې دپاره چې د مسيح په زېرى کښې څۀ رکاوټ نۀ وى.</verse>
				<verse number="13">ولې تاسو نۀ يئ خبر څوک چې د خُدائ د کور خِدمت کوى، نو هغه د خُدائ د کور د نذرانې نه خورى او څوک چې د قربان‌ګاه خِدمتګار دى، نو هغوئ ته د قربانۍ نه حِصه ملاويږى؟</verse>
				<verse number="14">دغه شان مالِک هم حکم کړے دے، څوک چې د زيرى بيانوونکى دى د هغوئ آمدن دې هم د زيرى نه وى.</verse>
				<verse number="15">خو ما خپل د دې حق نه هيڅ فائده وانۀ خستله او نۀ مې دا د دې دپاره وليکل چې زۀ د دې نه فائده واخلم ځکه چې زما دپاره د دې نه مړ کېدل بهتر دى. هيڅوک زما فخر بې‌ځايه کولے نۀ شى.</verse>
				<verse number="16">کۀ زۀ زيرے بيانوم نو په دې څۀ فخر نۀ کوم ځکه چې دا زما فرض دى. او افسوس دے په ما، کۀ زۀ زيرے نۀ بيانوم.</verse>
				<verse number="17">ځکه کۀ زۀ دا په خپلې مرضۍ کوم نو اجر زما حق جوړيږى، خو کۀ دا زما په خپلې مرضۍ نۀ وى خو بيا هم خُدائ پاک د دې کار ذمه وارى ما ته راکړې ده.</verse>
				<verse number="18">نو بيا زما اجر څۀ شے دے؟ صرف دا چې زيرے بيانوم او هغه هم مفت بيان کړم، او د خپل هغه حق نه څۀ فائده وانۀ خلم چې ما ته په زېرى کښې حاصل دے.</verse>
				<verse number="19">اګر کۀ زۀ د ټولو خلقو نه آزاد يم بيا هم ما ځان د ټولو غلام کړو، نو چې نور زيات خلق د مسيح دپاره راولم.</verse>
				<verse number="20">زۀ د يهوديانو دپاره يهودى شوم دې دپاره چې يهوديان راولم. ما د موسىٰ د شريعت د منونکو د راوستلو دپاره ځان د هغوئ په شريعت کړو، سره د دې چې زۀ د هغوئ د شريعت د لاندې نۀ يم.</verse>
				<verse number="21">ما د بې‌شريعته خلقو دپاره ځان بې‌شريعته جوړ کړو نو چې بې‌شريعته د مسيح دپاره راولم، اګر کۀ زۀ د خُدائ پاک د شريعت نه آزاد نۀ يم بلکې د مسيح په شريعت يم.</verse>
				<verse number="22">زۀ د کمزورو دپاره کمزورے شوم چې کمزورى راولم. ما خپل ځان د مختلفو خلقو په شان جوړ کړو نو چې په څۀ نا څۀ طريقې سره ځينې خلق بچ کړم.</verse>
				<verse number="23">زۀ دا هر څۀ د زيرى د خاطره کوم د دې دپاره چې زۀ د هغوئ سره د هغۀ په برکتونو کښې شريک شم.</verse>
				<verse number="24">ولې تاسو نۀ يئ خبر چې په منډه کښې ټول منډې وهونکى منډې وهى ولې اِنعام يو ګټى؟ نو تاسو هم داسې منډه ووهئ چې وې ګټئ.</verse>
				<verse number="25">هر لوبغاړے په هر څيز کښې سخته پابندى کوى. هغوئ دا د فنا کېدونکى تاج د حاصلولو دپاره کوى، خو مونږ دا د ابدى تاج دپاره کوُو.</verse>
				<verse number="26">نو زۀ بې‌مقصده منډه نۀ وهم او نۀ زۀ باد په سوکونو وهم.</verse>
				<verse number="27">بلکې زۀ په خپل بدن تکليف تېروم او خپل غلام يې جوړوم، هسې نه چې زۀ نورو ته زيرے ورکوم او په خپله ترې محرومه شم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو د دې نه ناخبره پاتې کېدل نۀ غواړم چې زمونږ پلار نيکونه ټول د وريځې په حفاظت کښې وُو او ټول د بحرِقُلزم سيند نه پورې وتل،</verse>
				<verse number="2">او ټولو په وريځ او په بحرِقُلزم کښې د موسىٰ بپتسمه واخسته،</verse>
				<verse number="3">او ټولو يو شان روحانى خوراک وخوړلو،</verse>
				<verse number="4">او ټولو يو شان روحانى اوبۀ وڅښلې. ځکه چې هغوئ د هغه روحانى ګټ نه اوبۀ وڅښلې کوم چې د هغوئ سره روان وو، او هغه ګټ مسيح وو.</verse>
				<verse number="5">خو په هغوئ کښې د ډېرو نه خُدائ پاک راضى نۀ وو نو ځکه د هغوئ لاشونه په بيابان کښې خوارۀ وارۀ شول.</verse>
				<verse number="6">اوس دا خبرې زمونږ دپاره يو مثال شو نو چې بيا مونږ د خرابو څيزونو خواهش ونۀ کړو لکه څنګه چې هغوئ کولو.</verse>
				<verse number="7">تاسو بُت پرست مۀ جوړېږئ لکه چې په هغوئ کښې ځينې شوى وُو، لکه څنګه چې ليکلى دى چې، ”هغه خلق د خوړلو او څښلو دپاره کښېناستل او بيا هغوئ پاڅېدل، د مستۍ او عياشۍ سره ګډېدل.“</verse>
				<verse number="8">مونږ دې جنسى حرامکارى ونۀ کړُو لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړې وه او په يوه ورځ کښې درويشت زره هلاک شول.</verse>
				<verse number="9">مونږ دې د مسيح آزمېښت ونۀ کړُو لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا مارانو هلاک کړل.</verse>
				<verse number="10">او تاسو شکايت ونۀ کړئ لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا د هلاکت فرښتې هغوئ هلاک کړل.</verse>
				<verse number="11">په هغوئ دا خبرې زمونږ د عبرت دپاره راغلې وې او زمونږ د آخرى زمانې خلقو ته د نصيحت دپاره وليکلے شوې.</verse>
				<verse number="12">نو کۀ ستا خيال وى چې تۀ مضبوط ولاړ يې خو احتياط کوه چې راپرې نۀ وځى.</verse>
				<verse number="13">تاسو په څۀ داسې آزمېښت کښې نۀ يئ پرېوتلى چې هغه د نورو انسانانو نه مختلف وى، نو خُدائ پاک وفادار دے او هغه به تاسو ستاسو د برداشت نه په زيات آزمېښت کښې نۀ اچوى، بلکې د آزمېښت په وخت کښې به هغه تاسو ته د وتلو لار هم پېدا کړى چې يې تاسو برداشت کولے شئ.</verse>
				<verse number="14">نو په دې وجه زما خوږو ملګرو، د بُت پرستۍ نه وتښتئ.</verse>
				<verse number="15">تاسو په خپله پوهيږى څۀ چې زۀ وايم تاسو د هغې په خپله جاج واخلئ.</verse>
				<verse number="16">کله چې د عشاء ربانى په وخت کښې مونږ هغه پيالۍ ته برکت ورکوو، ولې هغه د مسيح په وينه کښې شراکت نۀ دے څۀ؟ هغه روټۍ چې مونږ يې ماتوو، ولې هغه د مسيح د بدن شراکت نۀ دے څۀ؟</verse>
				<verse number="17">کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر يُو خو په شريکه د يوې روټۍ نه خورو او په دې دا څرګنده وُو چې مونږ يو بدن يُو.</verse>
				<verse number="18">بنى اِسرائيلو ته وګورئ. ولې هغوئ د قربانيانو خوړلو دپاره په قربان‌ګاه کښې شريکيږى نه څۀ؟</verse>
				<verse number="19">ولې زما مطلب دا دے چې ګنې د بُت د قربانۍ څۀ حيثيت وى؟ او يا د بُت څۀ حيثيت شته دے؟</verse>
				<verse number="20">نه، زۀ دا وايم چې کومې قربانۍ چې غېر‌يهوديان کوى، هغوئ پيريانو ته قربانى کوى، خُدائ پاک ته يې نۀ کوى، او زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو د پيريانو سره شريک شئ.</verse>
				<verse number="21">تاسو د مالِک د پيالۍ نه او د پيريانو د پيالۍ نه نۀ شئ څښلے، تاسو د مالِک په دسترخوان او د پيريانو په دسترخوان کښې نۀ شئ شريک کېدے.</verse>
				<verse number="22">يا ولې مونږ د مالِک غېرت کښې راولو څۀ؟ ولې مونږ د هغۀ نه زورَور يُو څۀ؟</verse>
				<verse number="23">هر څۀ روا دى، خو هر څۀ فائده مند نۀ دى. هر څۀ روا دى خو هر څۀ ترقى نۀ ورکوى.</verse>
				<verse number="24">تاسو خپلې فائدې مۀ لټوئ بلکې د نورو هم لټوئ.</verse>
				<verse number="25">څۀ چې د قصاب په دوکان خرڅيږى هغه خورئ او د ضمير په خاطر سوال مۀ پورته کوئ،</verse>
				<verse number="26">ځکه ”دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى.“</verse>
				<verse number="27">کۀ څوک غېر ايماندار تاسو ته د روټۍ دعوت وکړى او تاسو په تلو راضى يئ، نو هر څۀ چې درته وړاندې کېږدى هغه خورئ او په خپل ضمير کښې سوال مۀ راولئ.</verse>
				<verse number="28">خو کۀ تاسو ته څوک ووائى چې، ”دا بُت ته د قربانۍ غوښه ده،“ نو د هغۀ د ضمير د خاطره هغه مۀ خوره.</verse>
				<verse number="29">زما مطلب د نورو ضمير دے ستاسو نۀ دے. ځکه چې د بل چا ضمير زما د آزادۍ فېصله ولې کوى؟</verse>
				<verse number="30">کۀ زۀ په کښې په شُکر ګزارۍ شريک شم، نو چې په کوم څيز زۀ شُکر وباسم نو بيا د هغې په سبب زۀ ولې ملامت شم؟</verse>
				<verse number="31">نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.</verse>
				<verse number="32">د يهوديانو او يونانيانو او د خُدائ پاک د جماعت دپاره د تيندک سبب مۀ جوړېږئ.</verse>
				<verse number="33">څنګه چې زۀ په خپل هر کار کښې د هر چا د خوشحالولو کوشش کوم نو دا زۀ د خپلې فائدې دپاره نۀ کوم بلکې د نورو ډېرو دپاره يې کوم د دې دپاره چې هغوئ پرې خلاصون بيا مومى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">تاسو زما په نقش قدم شئ لکه څنګه چې زۀ د مسيح په نقش قدم روان يم.</verse>
				<verse number="2">زۀ ستاسو تعريف کوم ځکه چې تاسو په هره خبره کښې ما يادوئ، او څنګه چې ما تاسو ته روايتونه در وسپارل تاسو هغه هم هغه شان برقرار ساتئ.</verse>
				<verse number="3">خو زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې د هر سړى سر مسيح دے، او خاوند د خپلې ښځې سر دے، او د مسيح سر خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="4">کوم سړے چې په پټ سر دُعا يا نبوت کوى هغه د مسيح بې‌عزتى کوى څوک چې د هغۀ سر دے.</verse>
				<verse number="5">خو کومه ښځه چې سر توره دُعا يا نبوت کوى نو هغه د خپل خاوند بې‌عزتى کوى ځکه چې هغه د سر خرئيلې په شان ده.</verse>
				<verse number="6">ځکه کۀ يوه ښځه لوپټه نۀ په سره وى نو هغه دې وېښتۀ هم کټ کړى. خو کۀ د ښځې دپاره وېښتۀ کټ کول او سر خرئيل د شرم خبره وى نو لوپټه دې په سره وى.</verse>
				<verse number="7">نو د سړى دپاره په کار نۀ دے چې هغه خپل سر پټ کړى ځکه چې سړے د خُدائ پاک د صورت او جلال په شان دے، خو ښځه د سړى جلال ده.</verse>
				<verse number="8">ځکه چې سړے د ښځې نه نۀ دے پېدا شوے بلکې ښځه د سړى نه پېدا شوې ده.</verse>
				<verse number="9">سړے د ښځې د خاطره نۀ دے پېدا شوے بلکې ښځه د سړى د خاطره پېدا شوې ده.</verse>
				<verse number="10">نو د فرښتو د ليدو په سبب ښځې له په کار دى چې په خپل سر د اختيار نښه کېږدى.</verse>
				<verse number="11">خو په مالِک کښې ښځه د سړى نه غېر آزاده نۀ ده او يا سړے د ښځې نه غېر آزاد نۀ دے.</verse>
				<verse number="12">ځکه څنګه چې ښځه د سړى نه پېدا شوې ده نو سړے هم د ښځې په وسيله پېدا شوے دے، خو ټول څيزونه د خُدائ پاک د طرفه دى.</verse>
				<verse number="13">تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې ښځې ته مناسب دى چې په سر توره خُدائ پاک ته دُعا وکړى؟</verse>
				<verse number="14">ولې فطرت تاسو ته دا نۀ ښائى چې کۀ د سړى اوږدۀ وېښتۀ وى نو دا د هغۀ بې‌عزتى ده؟</verse>
				<verse number="15">خو کۀ د ښځې اوږدۀ وېښتۀ وى نو دا د هغې ښُکلا ده، ځکه چې وېښتۀ هغې ته د پردې دپاره ورکړے شوى دى.</verse>
				<verse number="16">خو کۀ څوک په دې خبره بحث کوى نو نۀ دا زمونږ او نۀ د خُدائ پاک د جماعتونو دستور دے.</verse>
				<verse number="17">خو اوس په دې هداياتو کښې زۀ ستاسو ستائينه نۀ کوم ځکه چې ستاسو رايوځائ کېدل د فائدې نه بلکې د نقصان باعث جوړيږى.</verse>
				<verse number="18">د ټولو نه اول خو زۀ دا اورم چې کله تاسو په جماعت کښې راغونډېږئ نو تاسو په خپلو کښې بيا په ډلو تقسيمېږئ او زۀ په دې تر څۀ حده پورې يقين هم کوم.</verse>
				<verse number="19">ځکه چې په تاسو کښې ډله بازى ضرورى ده صرف د دې دپاره چې دا ښکاره شى چې په تاسو کښې څوک رښتينى دى.</verse>
				<verse number="20">نو کله چې تاسو راجمع کېږئ نو دا په حقيقت کښې تاسو د عشاء ربانۍ خوړلو دپاره نۀ راجمع کېږئ.</verse>
				<verse number="21">ځکه چې کله د خوراک وخت راشى نو تاسو هر يو خپل خوراک کوئ، او څوک په کښې نهر او څوک نشه پاتې شى.</verse>
				<verse number="22">نو ولې د خوراک څښاک دپاره ستاسو خپل کورونه نشته څۀ؟ يا ولې تاسو د خُدائ پاک جماعت سپکوئ او هغوئ شرموئ چې چا سره څۀ نشته؟ زۀ تاسو ته څۀ ووايم؟ ولې زۀ ستاسو تعريف وکړم؟ په دې عمل زۀ ستاسو تعريف نۀ کوم.</verse>
				<verse number="23">ځکه چې کومې خبرې ما تاسو ته حواله کړې نو هغه ما د مالِک نه حاصلې کړې دى، چې په کومه شپه د مالِک عيسىٰ مُخبرى وشوه روټۍ يې راواخسته،</verse>
				<verse number="24">او کله چې هغۀ پرې شُکر وکړو نو ماته يې کړه او وې فرمائيل چې، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره دے. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“</verse>
				<verse number="25">هم دغه شان هغۀ د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په وينه کښې د خُدائ پاک او انسانانو په مينځ کښې نوے لوظ دے. هر کله چې دا څښئ نو زما په ياد کښې يې څښئ.“</verse>
				<verse number="26">نو هر کله چې تاسو دا روټۍ خورئ او دا پياله څښئ نو تاسو د مالِک د مرګ اعلان کوئ ترڅو چې هغه رانۀ شى.</verse>
				<verse number="27">نو په دې وجه چې څوک په نامناسبه طريقې سره د مالِک روټۍ خورى يا د هغۀ د پيالۍ نه څښى، نو هغه به د مالِک د بدن او د وينې قصوروار وى.</verse>
				<verse number="28">د عشائى ربانى روټۍ خوړلو او پيالۍ څښلو نه اول خپل ځان وآزمائى.</verse>
				<verse number="29">نو ځکه چې څوک په خوراک څښاک کښې د مالِک د بدن خيال ونۀ ساتى، نو هغه به په هغه خوړلو څښلو سزا بيا مومى.</verse>
				<verse number="30">نو په دې وجه په تاسو کښې ډېر کمزورى او بيماران دى او ځينې مړۀ شوى دى.</verse>
				<verse number="31">خو کۀ چرې مونږ خپله خپل ځان وآزمايو نو مونږ به د هغۀ د عدالت نه بچ شُو.</verse>
				<verse number="32">خو کله چې مالِک زمونږ عدالت وکړى نو دا زمونږ د اصلاح دپاره کوى د دې دپاره چې مونږ د نورې دُنيا سره مجرمان نۀ شو.</verse>
				<verse number="33">نو زما وروڼو او خوېندو، کله چې تاسو د عشاء ربانۍ دپاره راجمع شئ نو د يو بل اِنتظار کوئ.</verse>
				<verse number="34">کۀ تاسو اوږى يئ نو اول بيا په کور کښې روټۍ خورئ، نو چې ستاسو رايوځائ کېدل تاسو مجرم نۀ کړى. د نورو خبرو په حقله به زۀ هدايات درکړم کله چې زۀ بيا درشم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">نو اوس اے وروڼو او خوېندو، زۀ نۀ غواړم چې تاسو د روحانى نعمتونو په باب کښې ناخبره پاتې شئ.</verse>
				<verse number="2">تاسو ته پته ده چې کله تاسو کافر وئ نو تاسو دوکه شوئ او په هغه ګونګيانو بُتانو پسې ګمراه شوئ.</verse>
				<verse number="3">نو په دې وجه زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک د روح په وسيله خبرې کوونکى به کله هم په عيسىٰ لعنت ونۀ وائى او بغېر د روحُ القُدس د وسيلې نه هيڅوک نۀ شى وئيلے چې عيسىٰ مالِک دے.</verse>
				<verse number="4">نو د نعمتونو خو مختلف قِسمونه دى خو روح يو دے.</verse>
				<verse number="5">او د خدمتونو هم مختلف قِسمونه دى خو مالِک هم هغه يو دے.</verse>
				<verse number="6">خو د کارونو مختلف قِسمونه دى، خُدائ پاک هم هغه يو دے چې په مختلفو طريقو سره دا ټول کارونه کوى.</verse>
				<verse number="7">خو په مونږ کښې د روحُ القُدس د نعمتونو اثر د ټولو خلقو د فائدې دپاره دے.</verse>
				<verse number="8">نو يو ته د روح په وسيله د حِکمت کلام ورکړے شى او بل ته د هم هغه روح په وسيله د علميت کلام،</verse>
				<verse number="9">چا ته هم د هغه روح په وسيله ايمان او چا ته هم د هغه روح په وسيله د شفا ورکولو قدرت،</verse>
				<verse number="10">چا ته د معجزو طاقت، چا ته پېشګوئې، چا ته د مختلفو روحونو پېژندل، چا ته د نورو ژبو وئيلو قدرت او چا ته د ژبو تشريح کول.</verse>
				<verse number="11">خو دا ټول کارونه هم هغه يو روح کوى او چا ته يې چې روح غواړى هغۀ ته يې ورکوى.</verse>
				<verse number="12">ځکه لکه څنګه چې بدن يو دے او د دې اندامونه ډېر دى، او د بدن ټول اندامونه اګر کۀ ډېر دى خو ټول يو بدن دے، هم دغه شان مسيح هم دے.</verse>
				<verse number="13">دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېر‌يهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے.</verse>
				<verse number="14">حقيقت کښې بدن د يو اندام نه نۀ وى جوړ بلکې د ډېرو نه جوړ وى.</verse>
				<verse number="15">کۀ چرې پښه ووائى چې زۀ لاس نۀ يم، او زۀ د بدن حِصه نۀ يم، نو په دې وينا د هغوئ د بدن سره تعلق نۀ ختميږى.</verse>
				<verse number="16">او کۀ غوږ ووائى چې زۀ سترګه نۀ يم او زۀ د بدن حِصه نۀ يم، نو په دې وينا د هغوئ د بدن سره تعلق نۀ ختميږى.</verse>
				<verse number="17">کۀ چرې ټول بدن سترګه وے نو اورېدل به چرته وُو؟ او کۀ چرې ټول بدن غوږونه وے نو بويول به چرته وُو؟</verse>
				<verse number="18">خو خُدائ پاک په بدن کښې هر يو اندام د خپلې مرضۍ په مطابق جوړ کړے دے.</verse>
				<verse number="19">کۀ دا ټول يو اندام وے نو بيا بدن به چرته وو؟</verse>
				<verse number="20">نو اوس اندامونه ډېر دى خو بدن يو دے.</verse>
				<verse number="21">نۀ سترګه لاس ته وئيلے شى چې ما ته ستا ضرورت نشته، او نۀ سر پښو ته وئيلے شى چې ما ته ستا ضرورت نشته.</verse>
				<verse number="22">بلکې حقيقت کښې چې د بدن هغه اندامونه چې د نورو نه کمزورى ښکارى، هم هغه ډېر لازمى دى.</verse>
				<verse number="23">او د بدن هغه اندامونه چې مونږ يې د نورو په نسبت شرم ګڼو، مونږ هم هغوئ ته زيات اهميت ورکوو، او چې د لږ احترام والا اندامونه دى نو په پردې کولو سره د هغوئ زيات احترام کوُو.</verse>
				<verse number="24">حالانکه زمونږ د احترام لائق اندامونو ته د داسې احترام ضرورت نشته. خو خُدائ پاک بدن داسې جوړ کړے دے چې هغه بې‌قدره اندامونو ته يې زيات عزت ورکړے دے،</verse>
				<verse number="25">د دې دپاره چې په بدن کښې بې‌اتفاقى پېدا نۀ شى بلکې اندامونه د يو بل برابر خيال وساتى.</verse>
				<verse number="26">کۀ يو اندام تکليف کښې وى نو ټول ورسره په تکليف کښې وى، او کۀ يو اندام عزت ومومى نو نور ټول اندامونه ورسره خوشحاله وى.</verse>
				<verse number="27">نو اوس تاسو ټول په شريکه د مسيح بدن يئ او تاسو ټول د يو بدن اندامونه يئ.</verse>
				<verse number="28">او خُدائ پاک په جماعت کښې بېل بېل کسان مقرر کړل، اول رسولان، دوېم نبيان او درېم اُستاذان، بيا معجزې ښوونکى، بيا شفا ورکوونکى، مددګاران، اِنتظام کوونکى او نورې ژبې ويونکى.</verse>
				<verse number="29">ولې ټول رسولان يُو څۀ؟ ولې ټول نبيان يُو څۀ؟ ولې ټول اُستاذان يُو څۀ؟ ولې ټول معجزې ښوونکى يُو څۀ؟</verse>
				<verse number="30">ولې ټولو ته د شفا ورکولو نعمت ورکړے شوے دے څۀ؟ ولې ټول نورې ژبې وايو څۀ؟ ولې ټول تشريح کوونکى يُو څۀ؟</verse>
				<verse number="31">خو تاسو د لويو نعمتونو حاصلولو دپاره خپل محنت جارى ساتئ. زۀ به اوس تاسو ته د ټولو نه يوه افضله طريقه دروښايم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">کۀ زۀ د بنى آدمو او د فرښتو په ژبو خبرې کوم خو چې مينه نۀ کوم نو زۀ ټنګېدونکے ډولکے او يا شړنګېدونکے چڼچڼے يم.</verse>
				<verse number="2">او کۀ زۀ پېشګوئې کولے شم او کۀ ما ته ټول پټ رازونه او ټول عِلم معلوم وى او کۀ زما داسې ايمان وى چې غرونه خپل ځائ نه اخوا کړم، خو کۀ ما کښې مينه نۀ وى نو زۀ هيڅ شے نۀ يم.</verse>
				<verse number="3">کۀ زۀ خپل ټول مال دولت خېرات کړم او خپل بدن په سوزولو سره قربان کړم، خو کۀ ما کښې مينه نشته نو ما ته هيڅ فائده نشته.</verse>
				<verse number="4">مينه صابره ده، مينه مهربانه ده، مينه چا سره کينه نۀ ساتى، مينه لافې نۀ کوى او نۀ لوئى کوى،</verse>
				<verse number="5">نۀ بې‌ادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسې ګرځى، نۀ غصه کوى او نۀ بدګُمانى کوى.</verse>
				<verse number="6">مينه په بدکارۍ نۀ خوشحاليږى بلکې په رښتيا وئيلو خوشحاليږى.</verse>
				<verse number="7">مينه ټول څيزونه برداشت کوى، په ټولو څيزونو يقين کوى، د ټولو څيزونو اُميد ساتى او هر څۀ زغمى.</verse>
				<verse number="8">مينه هيڅکله نۀ ختميږى، خو پېشګويانې به ختمې شى، او د نورو ژبو نعمتونه به هم ختم شى، او عِلم به هم فنا شى.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې زمونږ عِلم او زمونږ نبوت کامِل نۀ دے.</verse>
				<verse number="10">خو کله چې کامِل څيز راشى نو دا نامکمل څيزونه به ختم شى.</verse>
				<verse number="11">کله چې زۀ ماشوم وم ما د ماشوم غوندې خبرې کولې، زما د ماشوم په شان سوچ وو او د ماشوم په شان ناپوهه وم، خو کله چې زۀ ځوان شوم نو ما د ماشوموالى خويونه پرېښودل.</verse>
				<verse number="12">ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو. اوس زما عِلم نامکمل دے خو بيا به يې پوره وپېژنم څنګه چې زۀ پوره پېژندلے شوے يم.</verse>
				<verse number="13">او اوس ايمان، اُميد او مينه درې واړه پاتې کيږى او په دوئ کښې مينه افضله ده.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">د مينې او محبت لمن ونيسئ او د روحانى نعمتونو او خاص د پېشګويۍ د نعمت خواهش کوئ.</verse>
				<verse number="2">ځکه څوک چې په نورو ژبو خبرې کوى نو هغه د نورو خلقو سره نه، بلکې د خُدائ پاک سره خبرې کوى، او بل څوک د هغۀ په خبره نۀ پوهيږى ځکه چې هغه د روح په وسيله د راز خبرې کوى.</verse>
				<verse number="3">خو بله دا څوک چې نورو ته نبوت کوى نو د هغوئ د ترقۍ او د ډاډګيرنى او تسلۍ دپاره يې کوى.</verse>
				<verse number="4">څوک چې په نورو ژبو کښې خبرې کوى هغوئ د خپل ځان ترقى کوى خو څوک چې نبوت کوى هغوئ جماعت ته ترقى ورکوى.</verse>
				<verse number="5">اوس زۀ غواړم چې تاسو ټول په نورو ژبو خبرې وکړئ خو زما سخت خواهش دا دے چې تاسو نبوت وکړئ. ځکه څوک چې نبوت کوى هغه د نورو ژبو ويوونکو نه لوئ دے تر دې چې هغه دا ترجمه کړى نو جماعت به پرې ترقى وکړى.</verse>
				<verse number="6">نو زما وروڼو او خوېندو، کۀ چرې زۀ تاسو ته درشم او په نورو ژبو کښې خبرې کوم نو زما د وينا بيا تاسو ته څۀ فائده ده، ترڅو چې زۀ د کشف يا د عِلم يا د پېشګوئې يا د تعليم خبرې تاسو ته ونۀ کړم؟</verse>
				<verse number="7">تاسو بيا لکه د موسيقۍ د هغه بې‌ساه څيزونو په مثال يئ چې د کومو نه آوازونه راوځى لکه شپيلۍ يا رباب. کۀ چرې څوک هغه صفا ونۀ غږوى نو بيا د هغوئ په ساز و سرود څوک پوهېدے شى؟</verse>
				<verse number="8">کۀ د بيګل آواز صفا نۀ وى نو يو فوجى به خپل ځان جنګ ته څنګه تيار کړى؟</verse>
				<verse number="9">هم دغه شان کۀ ستاسو خبرې صفا نۀ وى نو بيا ستاسو په خبرو به څوک پوهه شى؟ ځکه چې بيا به تاسو هسې دېوال ته لګيا يئ.</verse>
				<verse number="10">بې‌شکه چې په دُنيا کښې مختلفې ژبې دى خو يوه هم په کښې بې‌مطلبه نشته.</verse>
				<verse number="11">خو کۀ چرې زۀ د کومې ژبې په مطلب نۀ پوهېږم چا ته چې خبرې کوم نو هغۀ ته به زۀ نا آشنا ښکارم او هغه به ما ته نا آشنا ښکارى.</verse>
				<verse number="12">نو تاسو چې خپل ځان سره د روحانى نعمتونو خواهش کوئ نو داسې کوشش کوئ چې ستاسو دا نعمتونه د جماعت د ترقۍ دپاره وى.</verse>
				<verse number="13">نو په دې وجه څوک چې په نورو ژبو خبرې کوى نو هغه دې ضرور د تشريح کولو د قابليت دپاره هم دُعا وکړى.</verse>
				<verse number="14">ځکه کۀ زۀ په نورو ژبو دُعا کوم نو زما روح خو دُعا کوى ولې عقل مې بې‌کاره دے.</verse>
				<verse number="15">نو بيا زۀ څۀ وکړم؟ زۀ به په روح کښې دُعا کوم خو ورسره به په عقل کښې هم دُعا کوم، زۀ به په روح کښې حمد و ثنا کوم خو زۀ به په عقل سره هم حمد و ثنا کوم.</verse>
				<verse number="16">فرض کړه، کۀ تۀ په روح کښې حمد و ثنا کوې او يو نا آشنا کس چې هلته موجود وى نو هغه بيا ستا په شُکر ګزارۍ څنګه آمين کولے شى؟ ځکه چې هغه نا آشنا په دې نۀ پوهيږى چې تۀ څۀ وائې.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې تۀ خو به په ښۀ شان سره شُکر ګزارى وکړې خو ستا شُکر ګزارى بل چا ته څۀ فائده نۀ ورکوى.</verse>
				<verse number="18">د خُدائ پاک شُکر کوم چې تاسو ټولو نه زيات زۀ په نورو ژبو کښې خبرې کوم.</verse>
				<verse number="19">خو په جماعت کښې هغه پينځۀ مقصدى خبرې د دې نه بهترې ګڼم چې نورو ته ترې فائده ورسى، د هغه لس زره خبرو نه چې په نورو ژبو کښې يې وکړم.</verse>
				<verse number="20">اے زما وروڼو او خوېندو، په خپله پوهه کښې ماشومان مۀ جوړېږئ، بدۍ ته ماشومان شئ خو په پوهه کښې بالغان شئ.</verse>
				<verse number="21">په تورات کښې ليکلى دى چې، ”زۀ به دې قوم ته په عجيبه ژبو او په غېرو شونډو خبرې وکړم خو بيا به هم هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيسى. دا مالِک فرمائى.“</verse>
				<verse number="22">نو روحانى ژبې د ايماندارانو دپاره نه، بلکې د بې‌ايمانانو دپاره نښې دى او پېشګوئې کول د بې‌ايمانانو دپاره نه، بلکې د ايماندارانو دپاره دى.</verse>
				<verse number="23">نو کۀ ټول جماعت راغونډ وى او په نورو ژبو لګيا وى نو کۀ نا آشنا يا بې‌ايمانه دننه راشى نو ولې هغوئ به تاسو ته ليونى ونۀ وائى څۀ؟</verse>
				<verse number="24">خو کۀ تاسو ټول نبوت کوئ کۀ يو بې‌ايمانه يا نا آشنا دننه راشى نو د دې په اورېدو به هغه په دې قائل شى چې ګناه ګار شوے يم او هغه بيان به د دۀ جاج واخلى.</verse>
				<verse number="25">د بې‌ايمانه د زړۀ د راز څرګندېدو نه پس به هغه کس د خُدائ پاک په وړاندې په سجده شى او د هغۀ عبادت به وکړى، او اِقرار به وکړى چې، ”بې‌شکه خُدائ پاک په تاسو کښې دے.“</verse>
				<verse number="26">نو اے وروڼو او خوېندو، لنډه دا، هر کله چې تاسو عبادت له راجمع کېږئ نو په تاسو کښې دې څوک حمد، يا تعليم، يا کشف يا په نورو ژبو خبرې او يا د نورو ژبو تشريح په ترتيب سره کوئ او دا هر يو کار د جماعت د ترقۍ دپاره کوئ.</verse>
				<verse number="27">کۀ څوک په نورو ژبو خبرې کوى نو صرف دوه يا زيات نه زيات درې کسان دې نمبر په نمبر خبرې وکړى او يو کس دې يې تشريح کړى.</verse>
				<verse number="28">خو کۀ څوک تشريح کوونکے نۀ وى نو هغوئ دې په جماعت کښې چپ پاتې شى او خپل ځان او د خُدائ پاک سره دې خبرې وکړى.</verse>
				<verse number="29">نو تاسو صرف دوه يا درې نبيانو ته د خبرو موقع ورکوئ، او نور دې په آرام سره د هغۀ د خبرو جاج واخلى.</verse>
				<verse number="30">خو کۀ په حاضرو کسانو کښې چا ته د مالِک نه کشف مِلاو شى نو کوم کس چې د اول نه په نبوت کولو لګيا دے هغه دې خاموش شى.</verse>
				<verse number="31">ځکه هر يو نمبر په نمبر نبوت کوئ، نو چې تاسو ټولو ته هدايت او ډاډګيرنه حاصله شى،</verse>
				<verse number="32">او نبيان د نبيانو د روحونو تابع وى.</verse>
				<verse number="33">ځکه چې خُدائ پاک د بد نظمۍ نه، بلکې د امن خُدائ دے. لکه چې د مقدسينو په ټولو جماعتونو کښې دے</verse>
				<verse number="34">ښځې دې په جماعتونو کښې خاموشه وى. ځکه چې هغوئ ته د خبرو کولو اجازت نشته بلکې هغوئ دې تابعدارې وى څنګه چې شريعت هم وائى.</verse>
				<verse number="35">کۀ هغوئ په څۀ خبره ځان پوهول غواړى نو هغوئ دې د خپلو خاوندانو نه په کور کښې تپوس کوى. ځکه چې په جماعت کښې د ښځې دپاره خبره کول د شرم خبره ده.</verse>
				<verse number="36">ولې د خُدائ پاک کلام تاسو جوړ کړے دے څۀ؟ يا ولې دا صرف تاسو ته رارسېدلے دے؟</verse>
				<verse number="37">کۀ څوک د نبوت، يا د روحانى نعمتونو د لرلو دعوىٰ وکړى نو هغه دې پوهه شى چې کومې خبرې زۀ تاسو ته ليکم هغه د مالِک حکم دے.</verse>
				<verse number="38">هر څوک چې دا نۀ منى، نو هغه به هم نا منظوره کړے شى.</verse>
				<verse number="39">نو اے زما ملګرو، د نبوت کولو خواهش کوئ او په نورو ژبو خبرې کوونکى مۀ منع کوئ.</verse>
				<verse number="40">خو هر يو کار صحيح او ترتيب سره کوئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">نو زما وروڼو او خوېندو، زۀ به اوس تاسو ته هغه زيرے درياد کړم چې ما تاسو ته درکړے وو، کوم چې تاسو قبول کړے وو او په کوم چې تاسو قائم هم يئ.</verse>
				<verse number="2">او د کوم په وسيله چې تاسو خلاصون حاصلوئ کۀ چرې تاسو زما په درکړى زېرى قائم يئ، کۀ نۀ يئ نو ستاسو ايمان راوړل عبث وو.</verse>
				<verse number="3">ما د ټولو نه اول هغه اهم خبره تاسو ته در ورسوله کومه چې ما ته رارسېدلې وه چې د صحيفو په مطابق مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره مړ شو،</verse>
				<verse number="4">او هغه ښخ شو او د کِتاب مقدس په مطابق هغه په درېمه ورځ بيا ژوندے پاڅېدلو.</verse>
				<verse number="5">او هغه اول پطروس او بيا دولسو کسانو ته ښکاره شو.</verse>
				<verse number="6">بيا هغۀ يو ځل د پينځو سوو نه زيات وروڼو او خوېندو ته ښکاره شو چې په هغوئ کښې زيات کسان تر اوسه ژوندى دى او ځينې مړۀ دى.</verse>
				<verse number="7">بيا هغه يعقوب ته ښکاره شو او د دې نه پس ټولو رسولانو ته.</verse>
				<verse number="8">د ټولو نه په آخر کښې هم ما ته ښکاره شو، زۀ چې بې‌مودې پېدا شوے يم.</verse>
				<verse number="9">زۀ په رسولانو کښې د ټولو نه ورکوټے يم تر دې چې د رسول بللو لائق هم نۀ يم ځکه چې ما د خُدائ پاک جماعت زورَولے وو.</verse>
				<verse number="10">خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بې‌فائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.</verse>
				<verse number="11">نو بيا په دې کښې دومره فرق نۀ پرېوځى کۀ چرې زۀ بيان وکړم او يا کۀ هغوئ، خو مونږ دواړه يو زيرے بيانوو په کوم چې ستاسو د اول نه ايمان دے.</verse>
				<verse number="12">نو اوس کۀ مونږ زيرے بيانوو چې مسيح له مړو نه بيا راژوندے شوے دے نو بيا په تاسو کښې ځينې دا څنګه وائى چې د مړو بيا ژوندى کېدل نشته؟</verse>
				<verse number="13">کۀ د مړو بيا ژوندى کېدل نۀ وے نو بيا خو مسيح هم راژوندے شوے نۀ دے.</verse>
				<verse number="14">او کۀ مسيح بيا نۀ وى راژوندے شوے نو بيا زمونږ پېغام عبث دے او ستاسو ايمان هم بې‌فائدې دے.</verse>
				<verse number="15">بلکې مونږ د خُدائ پاک دروغژن ګواهان شو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک په حقله دا ګواهى ورکړې وه چې هغۀ مسيح راژوندے کړو. کۀ چرې مړى بيا نۀ راژوندى کيږى نو بيا هغه يې هم نۀ دے ژوندے کړے.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې کۀ مړى نۀ راژوندى کيږى نو بيا مسيح هم راژوندے شوے نۀ دے.</verse>
				<verse number="17">او کۀ چرې مسيح نۀ وو راژوندے شوے نو ستاسو ايمان عبث دے او تاسو اوس هم په خپلو زړو ګناهونو کښې راګېر يئ.</verse>
				<verse number="18">او بيا دا هم هغوئ څوک چې په مسيح کښې مړۀ شوى دى هغوئ هم هلاک شوى دى.</verse>
				<verse number="19">کۀ چرې زمونږ اُميد په مسيح صرف د دې ژوند دپاره وى نو بيا مونږ په ټولو انسانانو کښې قابل رحم يُو.</verse>
				<verse number="20">خو په حقيقت کښې مسيح د مړو نه بيا راژوندے شوے دے. دغه شان هغه د مړو نه اولنے ژوندے شوے انسان دے.</verse>
				<verse number="21">لکه څنګه چې د يو انسان په سبب په دُنيا مرګ راغلو نو داسې د يو انسان په سبب د مړو نه بيا راژوندى کېدل راغلل.</verse>
				<verse number="22">او لکه څنګه چې ټول خلق په آدم کښې مړۀ کيږى، نو دغه شان به ټول په مسيح کښې بيا راژوندى کيږى.</verse>
				<verse number="23">خو د راژوندى کېدو خپل ترتيب دے، اول مسيح راژوندے شوے دے، او چې کله مسيح بيا راشى نو د هغۀ خلق به هم راژوندى شى.</verse>
				<verse number="24">بيا به آخرت راشى. کله چې مسيح ټول حکمرانان، ټول اختيارونه او قدرتونه تباه کړى نو د هغې نه پس به هغه بادشاهى خُدائ پلار ته حواله کړى.</verse>
				<verse number="25">ځکه چې هغه به تر هغې ضرور بادشاهى کوى ترڅو چې خپل ټول دشمنان د خپلو پښو لاندې کړى.</verse>
				<verse number="26">آخرى دشمن کوم چې به نيست او نابود کړى، هغه مرګ دے.</verse>
				<verse number="27">ځکه چې ”خُدائ پاک هغۀ ته په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.“ نو چې کله کِتابِ مقدس داسې فرمائى، چې هغۀ په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے، نو مطلب دا نۀ دے چې په خُدائ پاک يې هم اختيار دے، چا چې خپل اختيار مسيح ته ورکړے دے.</verse>
				<verse number="28">کله چې ټول څيزونه د هغۀ د حکم لاندې شول نو زوئ به په خپله هم د خُدائ پاک د حکم لاندې شى چا چې ټول څيزونه د هغۀ د حکم لاندې کړى دى نو هم دا خُدائ پاک به د ټولو مالِک وى.</verse>
				<verse number="29">نو کۀ چرې داسې وى نو بيا به هغه خلق څۀ کوى څوک چې د مړو دپاره بپتسمه اخلى؟ کۀ چرې مړى نۀ راژوندى کيږى، نو بيا ولې خلق د هغوئ دپاره بپتسمه اخلى؟</verse>
				<verse number="30">او ولې مونږ هر وخت خپل ځان په خطره کښې اچوو؟</verse>
				<verse number="31">زما وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا وايم چې زۀ هره ورځ مرګ سره لوبې کوم او دا داسې رښتيا خبره ده لکه څنګه چې زۀ په تاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې فخر کوم.</verse>
				<verse number="32">کۀ صرف د انسانى اُميد دپاره زۀ په اِفِسوس کښې د وحشتناکو ځناورو سره وجنګېدلم نو د دې نه ما ته څۀ فائده حاصله شوه؟ کۀ مړى بيا نۀ راژوندى کيږى نو ”مونږ له ښۀ خوراک څښاک په کار دے، ځکه چې سبا به مړۀ کيږُو.“</verse>
				<verse number="33">دوکه کېږئ مه، ځکه چې د بدو ملګرتيا د انسان ښۀ عادتونه خرابوى.</verse>
				<verse number="34">په پوره هوش او فکر کښې راشئ او نوره ګناه مۀ کوئ. ځکه زۀ دا ستاسو د شرمېدلو دپاره وايم چې په تاسو کښې څۀ خلقو ته د خُدائ پاک په حقله عِلم نشته.</verse>
				<verse number="35">خو څوک به تپوس وکړى چې، ”مړى څنګه راژوندى کيږى او د هغوئ بدن به څۀ قِسم وى؟“</verse>
				<verse number="36">اے نادانه، کوم تخم چې تۀ کَرې نو ترڅو چې هغه مړ نۀ شى تر هغې نۀ ژوندے کيږى.</verse>
				<verse number="37">او څۀ چې تاسو کَرئ دا تاسو تيار بوټى نۀ کَرئ بلکې صرف د تخم دانه کَرئ کۀ هغه د غنم وى يا د څۀ بل څيز وى.</verse>
				<verse number="38">خو خُدائ پاک دې ته يو وجود ورکوى چې هغۀ ورته منتخب کړے وى او هر قسم تخم ته هغه خپل خپل وجود ورکوى.</verse>
				<verse number="39">دغه شان غوښه هم يو شان نۀ وى بلکې د انسانانو غوښه يو قِسم وى او د څاروو بل او د مارغانو بل او د کبانو غوښه بل قِسم وى.</verse>
				<verse number="40">هم دغه شان آسمانى او زمکنى وجودونه هم شته، او د آسمانى وجود ښائست يو قسم او د زمکنى وجود بل شان وى.</verse>
				<verse number="41">هم دغه شان د نمر او د سپوږمۍ او د ستورو په ښائست کښې فرق وى، او بله دا چې د يو ستورى ښائست د بل نه مختلف وى.</verse>
				<verse number="42">نو بيا د مړو راژوندى کېدل هم دغه شان وى، د فنا په حالت کښې ښخ کړے شى او په غېر فانى حالت کښې راژوندى کيږى.</verse>
				<verse number="43">د ذلالت په حالت کښې ښخيږى او د ښائست په حالت کښې راژوندى کيږى، دا په کمزورتيا کښې ښخ شى او په طاقت کښې راژوندى شى.</verse>
				<verse number="44">دا جسمانى وجود ښخ شى او روحانى وجود راژوندے شى. چې جسمانى وجود شته نو روحانى وجود هم شته.</verse>
				<verse number="45">هم دغه شان ليکلى دى، ”اول سړے، يعنې آدم ژوندے نفس جوړ شو، خو آخرى آدم ژوندون ورکوونکے روح جوړ شو.“</verse>
				<verse number="46">اول جسمانى او بيا روحانى وجود پېدا کيږى يعنې وجود اول جسمانى، او بيا روحانى شى.</verse>
				<verse number="47">اولنے انسان يعنې آدم د خاورو نه جوړ شوے وو، او دوېم انسان آسمانى دے.</verse>
				<verse number="48">او د زمکې خلق لکه د اول انسان په شان د خاورو دى، او آسمانى خلق لکه د هغه آسمانى انسان په شان دى.</verse>
				<verse number="49">او څنګه چې مونږ د دې زمکنى انسان په صورت جوړ شوى يُو دغه شان به د آسمانى انسان په صُورت کښې هم شُو.</verse>
				<verse number="50">زما وروڼو او خوېندو، زما مطلب دا دے چې دا جسمانى بدن د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارث کېدے نۀ شى، او نۀ فانى کېدونکى د غېر فانى کېدونکى وارث کېدے شى.</verse>
				<verse number="51">غوږ شئ، زۀ به درته يوه د راز خبره وکړم چې مونږ ټول خو به نۀ مرو بلکې مونږ ټول به بدل شُو،</verse>
				<verse number="52">او د آخرى بيګل د آواز سره په يوه لحظه او د سترګو په رپ کښې به مړى په غېر فانى حالت کښې راژوندى شى، او مونږ به بدل شُو.</verse>
				<verse number="53">ځکه چې دا فانى کېدونکے بدن به ضرور غېر فانى لباس واچوى او دا ختمېدونکے بدن به د ابدى ژوندون لباس واچوى.</verse>
				<verse number="54">کله چې دا فانى بدن غېر فانى، او دا فنا کېدونکے بدن ابدى لباس واچوى، بيا به هغه قول پوره شى چې ليکلے شوى دى چې، ”په مرګ فتح غالبه شوه.“</verse>
				<verse number="55">”اے مرګه، ستا فتح څۀ شوه؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟“</verse>
				<verse number="56">د مرګ لشه ګناه ده او د ګناه طاقت شريعت دے.</verse>
				<verse number="57">خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ مونږ ته د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.</verse>
				<verse number="58">نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بې‌فائدې نۀ ده.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">اوس د هغې چندې په حقله چې د مقدسينو دپاره کيږى تاسو به په هغه هداياتو عمل کوئ چې ما د ګلتيانو جماعتونو ته ورکړى دى.</verse>
				<verse number="2">د هرې هفتې په اوله ورځ دې په تاسو کښې هر يو کس د خپلې ګټې نه د خپل ځان سره څۀ نا څۀ جمع کوى، د دې دپاره چې کله زۀ درشم چې د چندې کولو حاجت ما ته نۀ وى.</verse>
				<verse number="3">او زۀ چې کله درشم نو زۀ به هغه کسانو ته چې تاسو ته قابل اعتماد وى د پېژندګلو خطونه وليکم چې يروشلم ته ستاسو چنده يوسى.</verse>
				<verse number="4">او کۀ دا مناسب وى چې زۀ هم لاړ شم نو هغوئ به ما سره يو ځائ لاړ شى.</verse>
				<verse number="5">زۀ به د مِکدونيه د تېرېدو نه وروستو تاسو له درشم ځکه چې زما اراده ده چې د مِکدونيه په لاره هلته لاړ شم.</verse>
				<verse number="6">او کېدے شى چې زۀ تاسو سره پاتې شم او ژمے تاسو سره تير کړم نو چې بيا زۀ چرته ځم نو تاسو به مې هلته رُخصت کړئ.</verse>
				<verse number="7">ځکه زۀ اوس په لاره کښې تاسو سره ملاقات کول نۀ غواړم بلکې زما دا اُميد دے کۀ مالِک وغوښتل نو څۀ وخت به تاسو سره تير کړم.</verse>
				<verse number="8">خو زۀ به د پنځوسمې اختر پورې په اِفِسوس کښې پاتې يم.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې زما دپاره د ښۀ خِدمت يو لوئ ور کولاو دے او هلته مخالفين هم ډېر دى.</verse>
				<verse number="10">کۀ چرې تيموتيوس درشى نو خيال يې وساتئ چې هغه بې د څۀ يرې نه تاسو سره پاتې شى ځکه چې هغه هم زما په شان د مالِک خِدمت کوى.</verse>
				<verse number="11">خپلو ملګرو له دا موقع مۀ ورکوئ چې هغه سپک وګڼى بلکې هغه صحيح سلامت رارُخصت کړئ، زۀ د هغۀ په طمع يم سره د نورو وروڼو.</verse>
				<verse number="12">نو ما اپولوس ورور نه دا وغوښتل چې د نورو وروڼو سره تاسو ته درشى خو هغه اوس په درتلو راضى نۀ شو، خو چې کله ورته وخت مِلاو شى نو در به شى.</verse>
				<verse number="13">بېدار اوسئ، په خپل ايمان قائم اوسئ، زړَور شئ، مضبوط اوسئ.</verse>
				<verse number="14">تاسو چې څۀ هم کوئ هغه په پوره مينې سره کوئ.</verse>
				<verse number="15">او تاسو ته پته ده چې په اخيه کښې د ستِفناس خاندان اول ايمان راوړو او خپل ځانونه يې د مقدسينو خِدمت ته وقف کړل، نو اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته خواست کوم چې</verse>
				<verse number="16">د هم دغه خلقو تابعدارى کوئ بلکې د هر هغه چا هم تابعدارى کوئ چې دغه شان خِدمت او محنت کوى.</verse>
				<verse number="17">زۀ د ستِفناس، فرتوناتوس او د اخيکوس په راتلو ډېر خوشحاله يم ځکه چې هغوئ ستاسو ځائ ونيولو.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې هغوئ ستاسو او زما زياته ډاډګيرنه وکړه نو د دغه شان کسانو قدر کوئ.</verse>
				<verse number="19">د آسيه جماعتونه درته سلامونه وائى، اکوله او پرسکله د هغې جماعت سره چې د هغوئ په کور کښې دے تاسو ته په مالِک کښې د مينې ډک سلامونه کوى.</verse>
				<verse number="20">ټول وروڼه او خوېندې درته سلامونه وائى. په پاکې مينې سره يو بل ته سلام ووايئ.</verse>
				<verse number="21">زۀ پولوس درته په خپل لاس دا سلام ليکم.</verse>
				<verse number="22">څوک چې د مالِک سره مينه نۀ کوى په هغوئ دې لعنت وى، مالِکه راورسه.</verse>
				<verse number="23">د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې په تاسو وى.</verse>
				<verse number="24">زما مينه دې په عيسىٰ مسيح کښې تاسو ټولو سره وى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="47">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د پولوس د طرفه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے او زمونږ ورور تيموتيوس د طرفه د خُدائ پاک هغه جماعت په نوم کوم چې په کورنتوس کښې دے او ورسره د ټولو اخيه د مقدسينو په نوم،</verse>
				<verse number="2">زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرفه دې په تاسو فضل او سلامتى وى.</verse>
				<verse number="3">زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار ثنا دې وى چې د رحم نه ډک پلار او د هر قِسمه تسلۍ خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="4">هغه زمونږ په ټولو مصيبتونو کښې مونږ ته تسلى راکوى د دې دپاره چې مونږ نورو ته هم تسلى ورکولے شُو کله چې هغوئ په مصيبت کښې راګېر شوى وى نو مونږ هم هغه تسلى ورکولے شُو چې خُدائ پاک مونږ ته راکړې ده.</verse>
				<verse number="5">د مسيح په وجه چې د څومره ډېرو تکليفونو سره مخامخ کيږُو نو ورسره خُدائ پاک په مسيح کښې زمونږ تسلى هم زياتوى.</verse>
				<verse number="6">کۀ مونږ د څۀ قسم مصيبتونو سره مخامخ کيږُو نو دا ستاسو د تسلۍ او خلاصون دپاره او کۀ مونږ تسلى مومو نو دا ستاسو د تسلۍ دپاره دى چې تاسو هم هغه تکليفونه په صبر سره تېر کړئ کوم تکليفونه چې مونږه هم تېروو.</verse>
				<verse number="7">او زمونږ اُميد ستاسو په حقله ډېر کلک دے ځکه چې مونږ په دې پوهه يُو چې څنګه چې تاسو زمونږ په تکليفونو کښې شريک يئ، نو هم دغه شان تاسو زمونږ په تسلۍ کښې هم شريک يئ.</verse>
				<verse number="8">اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو دې د هغه مصيبت نه ناخبره پاتې شئ کوم چې د آسيه په صوبه کښې په مونږ راغلو، ځکه چې په مونږ دومره سخت دباؤ وو چې د برداشت نه بهر وو او مونږ د ژوند نه نا اُميده شوى وُو.</verse>
				<verse number="9">نو په حقيقت کښې مونږ خپل مرګ په خپلو سترګو وليدلو. خو مونږ بيا د خپل ځان په ځائ په هغه خُدائ پاک بهروسه وکړه څوک چې مړى راژوندى کوى.</verse>
				<verse number="10">خُدائ پاک مونږ د داسې خطرناک مرګ نه بچ کړو، او بيا به مو هم بچ کوى. زمونږ په هغۀ ايمان دے چې بيا به مو هم بچ کوى.</verse>
				<verse number="11">او تاسو د خپلو دُعاګانو په وسيله زمونږ مدد کوئ. او ډېر خلق به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړى ځکه چې خُدائ پاک په خپل فضل و کرم سره د ډېرو خلقو دُعاګانې زمونږ دپاره قبولې کړې دى.</verse>
				<verse number="12">دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.</verse>
				<verse number="13">مونږ تاسو ته صفا خبره ليکُو په هغې کښې څۀ داسې ليکل نشته چې تاسو يې لوستلے نۀ شئ او يا پرې نۀ پوهېږئ، او زما اُميد دے چې يوه ورځ به تاسو پرې پوره پوهه شئ.</verse>
				<verse number="14">خو کۀ اوس تاسو زمونږ په خبرو نۀ پوهېږئ نو بيا کله چې مالِک عيسىٰ راشى، نو تاسو به په مونږ فخر کوئ او هم دغه شان به مونږ په تاسو فخر کوُو.</verse>
				<verse number="15">د کله نه چې زۀ ستاسو د پوهې او ايمان نه مطمئن وم نو ما غوښتل چې اول تاسو سره ملاقات وکړم د دې دپاره چې زما په دوباره درتلو سره ستا يو په دوه فائده وشى.</verse>
				<verse number="16">ما غوښتل چې د مِکدونيه په لار زۀ تاسو سره مِلاو شم او په واپسۍ کښې تاسو له راشم او تاسو به مې يهوديه ته رُخصت کړئ.</verse>
				<verse number="17">تاسو ما ته دا ووايئ چې ګنې ما خپله منصوبه داسې جوړه کړې وه څۀ؟ لکه د دُنياوى خلقو په شان په يوه اراده نۀ وى چې په يوه لحظه کښې ”آو“ او په بله لحظه ”نه“ وائى؟</verse>
				<verse number="18">څنګه چې خُدائ پاک رښتينے دے دغه شان زمونږ خبره تاسو سره پخه ده، يعنې دا چې ”آو“ په ځائ ”آو“ او د ”نه“ په ځائ ”نه.“</verse>
				<verse number="19">ځکه چې د خُدائ پاک زوئ عيسىٰ مسيح د چا زيرے چې مونږ، يعنې ما او سيلوانوس او تيموتيوس، په تاسو کښې خور کړے دے، په هغۀ کښې داسې خبرې نشته چې ”آو“ وکړى او بيا وائى ”نه“ بلکې هغه په خپله خبره کلک ولاړ وى.</verse>
				<verse number="20">ځکه چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک ټولې وعدې ”آو“ دى، او هم دغه وجه ده چې د هغۀ په وسيله مونږ د خُدائ پاک جلال ته ”آمين“ وايو.</verse>
				<verse number="21">خو دا خُدائ پاک دے چې مونږ يې تاسو سره په مسيح کښې مضبوط کړى يُو، او هغۀ مونږ مقرر کړى يُو.</verse>
				<verse number="22">هغۀ په مونږ خپل مُهر ولګولو او زمونږ په زړونو کښې يې روحُ القُدس د ضمانت په طور واچولو.</verse>
				<verse number="23">خُدائ پاک ګواه دے چې زۀ ستا د بچ کېدو دپاره کورنتوس ته واپس رانۀ غلم.</verse>
				<verse number="24">زمونږ مقصد دا نۀ دے چې ستاسو په ايمان بادشاهى کوُو بلکې ستاسو د خوشحالۍ دپاره مونږ تاسو سره په شريکه خِدمت کوُو ځکه چې تاسو په ايمان کښې قائم يئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">نو ما په خپل زړۀ کښې دا اراده وکړه چې تاسو ته د بل غم درکولو په وجه نۀ درځم.</verse>
				<verse number="2">ځکه کۀ چرې زۀ تاسو غمژن کړم نو ما به څوک خوشحالوى، بغېر د هغوئ نه څوک چې زما په وجه غمژن شوى دى.</verse>
				<verse number="3">او ما چې څۀ وکړل هغه مې وليکل نو چې کله زۀ درشم چې زۀ د هغوئ نه غمژن نۀ شم چا ته چې په کار دى چې ما خوشحاله کړى، ځکه چې زما په تاسو ټولو باور دے چې زما خوشحالى به ستاسو د ټولو خوشحالى وى.</verse>
				<verse number="4">ما د ډېر مصيبت او د خفګان په حالت کښې په ډېرو اوښکو سره دا ځکه تاسو ته وليکل د دې دپاره نه چې تاسو دې غمژن شئ بلکې د دې دپاره چې تاسو ته د هغه بې‌حده مينې پته ولګى، کومه چې زما تاسو سره ده.</verse>
				<verse number="5">زۀ دا خبره اوږدول نۀ غواړم، خو کۀ چا ما له تکليف راکړو نو دا يې صرف ما له نه بلکې تاسو ټولو له يې درکړو.</verse>
				<verse number="6">د داسې سړى دپاره دغه سزا کافى ده کومه چې هغۀ د ډېرو خلقو نه وموندله.</verse>
				<verse number="7">نو اوس د دې په ځائ تاسو ته په کار دى چې د هغۀ قصور معاف کړئ او تسلى ورکړئ هسې نه چې هغه د ډيرې پرېشانۍ په وجه غرق شى.</verse>
				<verse number="8">نو د دې دپاره زۀ تاسو ته خواست کوم چې هغۀ ته خپله مينه بيا ښکاره کړئ.</verse>
				<verse number="9">ما هم په دې وجه دا وليکل چې تاسو وآزمائيم چې تاسو په ټولو خبرو کښې زما تابعدار يئ او کۀ نه.</verse>
				<verse number="10">هر څوک چې تاسو معاف کوئ هغه زۀ هم معاف کوم، ځکه څۀ چې ما معاف کړل دا ما ستاسو دپاره د مسيح په اختيار معاف کړل،</verse>
				<verse number="11">او دا د دې دپاره کوُو چې د شېطان په چال کښې راګېر نۀ شُو ځکه چې مونږ د هغۀ د منصوبو نه ناخبره نۀ يُو.</verse>
				<verse number="12">کله چې زۀ د مسيح زېرى ورکولو له ترواس ښار ته راغلم نو مالِک زما نه وړاندې د خدمت دروازه کولاو کړې وه،</verse>
				<verse number="13">خو زما روح آرام ونۀ موندو ځکه چې ما خپل ورور تيطوس هلته ونۀ ليدلو، نو د هغوئ نه مې رُخصت راواخستو او مِکدونيه ته لاړم.</verse>
				<verse number="14">خو د خُدائ پاک شُکر دے چې مونږ يې د هغۀ غلامان کړو او د مسيح د کاميابۍ په جلوس کښې يې روان کړو. او زمونږ تعلق يې د مسيح د پېژندګلو په حقله لکه خوشبوئى په هر ځائ کښې خور کړو.</verse>
				<verse number="15">مونږ د هر هغه چا دپاره چې خلاصون مومى او يا هلاک کيږى د خُدائ پاک دپاره د مسيح خوشبوئى يُو.</verse>
				<verse number="16">مونږ هغوئ ته څوک چې مړۀ کيږى د هلاکېدو بوئ يُو او هغوئ څوک چې ژوندى کيږى ورته د ژوندون بوئ يُو. او دغه شان کار څوک کولے شى؟</verse>
				<verse number="17">ځکه چې مونږ د ډېرو خلقو په شان د خُدائ پاک کلام خرڅوونکى نۀ يُو بلکې مونږ د زړۀ د اخلاصه د مسيح په اختيار د خُدائ پاک کلام اورو. او په دې پوهه يُو چې د بره نه خُدائ پاک په مونږ نظر ساتى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">ولې بيا مونږ د خپلې نېک نامۍ ډنډوره غږوو؟ او يا مونږ ته لکه د نورو خلقو په شان د سفارشى خطونو ضرورت دے څۀ؟</verse>
				<verse number="2">تاسو په خپله زمونږ هغه سفارشى خط يئ چې زمونږ په زړونو ليکلے شوے دے، چې تاسو ټول يې لوستلے شئ او پرې پوهېږئ.</verse>
				<verse number="3">او ستاسو نه دا ظاهريږى چې په خپله لکه د مسيح د خط په شان يئ، کوم چې مونږ په سياهى نۀ دے ليکلے، بلکې د ژوندى خُدائ پاک په روح مو ليکلے دے نه چې د کاڼى په تختو بلکې په زړونو.</verse>
				<verse number="4">خو مونږ دا خبره په يقين سره کوُو ځکه چې په مسيح کښې په خُدائ پاک زمونږ دغه شان باور دے.</verse>
				<verse number="5">مونږ په خپله د دې قابل نۀ يُو چې په خپله د څۀ کولو دعوىٰ وکړو بلکې زمونږ قابليت د خُدائ پاک د خوا نه دے،</verse>
				<verse number="6">چا چې مونږ د خپل نوى لوظ د خادِم کېدو جوګه کړو، دا لوظ د ليکلے شوى شريعت نه نۀ دے، بلکې د روح نه دے. ځکه چې زوړ ليکلے شوے شريعت وژل کوى، خو د نوې لوظ لاندې روح ژوند ورکوى.</verse>
				<verse number="7">کۀ د شريعت هغه تختې چې په ګټه ليکلے شوې وې او په هغې کښې دومره جلال وو چې بنى اِسرائيلو د موسىٰ مخ ته نۀ شو کتلے چې په کښې د خُدائ پاک جلال ځلېدو، کۀ څۀ هم هغه جلال به لږ وخت وروستو تتېدو،</verse>
				<verse number="8">نو بيا ولې د روحُ القُدس د نظام جلال به د دې نه زيات نۀ وى څۀ؟</verse>
				<verse number="9">ځکه کۀ په مجرمونکى نظام کښې جلال وو، نو صادقه نظام به ضرور د دې نه زيات جلالى وى.</verse>
				<verse number="10">حقيقت کښې چې مخکښې کوم جلال وو هغه اوس د دې لوئ جلال په وجه ختم شو.</verse>
				<verse number="11">نو چې فنا کېدونکى څيزونه جلالى وُو نو نوې ابدى څيزونه به ضرور د دې نه زيات جلالى وى.</verse>
				<verse number="12">نو زمونږ اُميد هم دا دے او په دې وجه په زړۀ ورتيا سره د زيرى اورولو خِدمت کوُو،</verse>
				<verse number="13">او مونږ د موسىٰ په شان نۀ يو، چې په خپل مخ يې پړده اچولې وه د دې دپاره چې بنى اِسرائيل هغه جلال ونۀ ګورى کوم چې به لږ وخت وروستو تتېدو.</verse>
				<verse number="14">خو د هغوئ زړونه سخت شول ځکه چې تر نن پورې د زوړ لوظ د تلاوت په وخت د هغوئ په زړونو پړده پرته ده، او دا پړده صرف د مسيح په وسيله اخوا کيږى.</verse>
				<verse number="15">خو تر ننه پورې چې کله هم د موسىٰ کِتاب تلاوت کيږى نو د هغوئ په زړونو پړده پرته وى.</verse>
				<verse number="16">خو کله چې څوک د مالِک طرف ته راوګرځى، نو دغه پړده اخوا کيږى.</verse>
				<verse number="17">اوس مالِک روح دے، او چرته چې د مالِک روح دے، هلته آزادى ده.</verse>
				<verse number="18">خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">نو ځکه چې مونږ ته د خُدائ پاک د رحم په وسيله دا خِدمت وسپارلے شو نو مونږ همت نۀ بائيلو.</verse>
				<verse number="2">مونږ ټول شرمناک کارونه پرېښودل، نۀ مونږ چالاکى کوُو او نۀ د خُدائ پاک په کلام کښې بدلون راولو. خُدائ پاک په خپله زمونږ ګواه دے چې همېشه رښتيا وايو او دا حقيقت ټولو صادقانو ته زمونږ رښتينوالى څرګندوى.</verse>
				<verse number="3">او کۀ چرې زمونږ په زېرى پړده پرته ده نو دا د هغوئ نه پټه ده څوک چې هلاکېدونکى دى.</verse>
				<verse number="4">شېطان يعنې د دې دُنيا بادشاه د بې‌ايمانانو عقل ړوند کړے دے د دې دپاره چې هغوئ د مسيح په حقله د زيرى د جلال هغه رڼا ونۀ ګورى، څوک چې د خُدائ پاک په صورت دے.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې مونږ د خپل ځانونو تبليغ نه، بلکې د عيسىٰ مسيح تبليغ کوُو، چې هغه مالِک دے، او خپل ځانونه مونږ د عيسىٰ دپاره ستاسو غلامان کوُو.</verse>
				<verse number="6">ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.</verse>
				<verse number="7">په مونږ کښې چې د خاورين لوښو په مثال نازک يُو، يوه داسې لويه خزانه پرته ده. چې د دې خبرې اظهار ترې وشى چې دا لوئ قدرت د خُدائ پاک د خوا نه دے، نه چې زمونږ د خوا نه.</verse>
				<verse number="8">مونږ د هرې خوا نه په مصيبتونو کښې راګېر يُو خو تباه کيږُو نه، مونږ خو پرېشانه کيږُو خو نا اُميده کيږُو نه،</verse>
				<verse number="9">مونږ زورول کيږُو خو پرېښودل کيږُو نه، مونږ وهل کيږُو خو هلاکيږو نه.</verse>
				<verse number="10">مونږ همېشه په خپل بدن کښې د عيسىٰ مرګ ګرځوو نو چې د عيسىٰ ژوند هم زمونږ په بدنونو کښې ښکاره شى.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې مونږ هره ورځ د عيسىٰ په وجه مرګ ته حواله کيږُو د دې دپاره چې د عيسىٰ ژوند زمونږ د فانى بدن نه څرګند شى.</verse>
				<verse number="12">نو مونږ مرګ سره مخ کيږُو د دې دپاره چې تاسو ته ابدى ژوند مِلاو شى.</verse>
				<verse number="13">خو ليکلے شوى دى چې، ”ما ايمان راوړو او ځکه مې خبرې وکړې،“ نو په مونږ کښې هم دغه شان ايمان دے نو مونږ هم ايمان راوړے دے او ځکه خبرې کوُو.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې مونږ ته پته ده چا چې مالِک عيسىٰ ژوندے کړے دے هغه به مونږ هم د عيسىٰ سره ژوندى کړى او سره ستاسو به مو خپلې مخې ته حاضر کړى.</verse>
				<verse number="15">څۀ چې مونږ په ځان تېروو هغه ستاسو د فائدې دپاره تېروو، او څنګه چې د خُدائ پاک فضل ډېرو خلقو ته ملاويږى نو خلق به هم ډېره شُکر ګزارى کوى، نو په دې به خُدائ ته نور جلال هم ملاويږى.</verse>
				<verse number="16">نو په دې وجه مونږ همت نۀ بائيلو. اګر کۀ چې زمونږ ظاهرى بدن ورو ورو ختميږى خو زمونږ باطنى بدن ورځ تر ورځ نوے کيږى.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې زمونږ د دغه لږ ساعت معمولى مصيبتونه زمونږ دپاره بې‌اندازې غېر معمولى او ابدى جلال پېدا کوى.</verse>
				<verse number="18">نو ځکه مونږ په ليدلو څيزونو نه، بلکې په ناليدلو څيزونو نظر ساتو، ځکه څۀ چې ښکارى هغه فانى دى خو څۀ چې نۀ ښکارى هغه ابدى دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">ځکه چې مونږ ته دا پته ده چې زمونږ بدن لکه د دُنياوى خېمې په شان دے په کومه کښې چې مونږ اوسيږو او کله چې هغه راپرېوځى نو خُدائ پاک به مونږ ته په آسمان کښې ابدى کور راکړى کوم چې په انسانى لاسونو جوړ شوے نۀ وى.</verse>
				<verse number="2">مونږ په دې خېمه کښې د خپل آسمانى کور د داخلېدو په طمع زبيرګى کوُو،</verse>
				<verse number="3">کۀ په حقيقت کښې کله مونږ په دې کښې داخل شو نو مونږ به بربنډ نۀ يُو.</verse>
				<verse number="4">مونږ اوس هم په دې خېمه کښې يُو او د بوج لاندې زبيرګى کوُو، ځکه چې مونږ خپل فانى لباس ويستل نۀ غواړو بلکې د دې دپاسه نور اغوستل غواړو نو چې ژوند هغه څۀ ختم کړى څۀ چې فانى دى.</verse>
				<verse number="5">چا چې مونږ د دې کار دپاره تيار کړو هغه خُدائ پاک دے او هغۀ مونږ ته د ضمانت په طور خپل روح راکړو.</verse>
				<verse number="6">نو مونږ همېشه په دې ډاډه يُو اګر کۀ مونږ ته پته ده چې ترڅو چې مونږ د دې بدن په کور کښې يُو نو تر هغې د مالِک په کور کښې نۀ يُو.</verse>
				<verse number="7">ځکه چې زمونږ د ژوند تلل په ظاهرى څيزونو نۀ بلکې په ايمان دى.</verse>
				<verse number="8">آو، مونږ په دې ډاډه يُو چې د بدن غوندې کور به پرېږدو او د مالِک سره اوسېدل به زيات خوښوو.</verse>
				<verse number="9">نو کۀ مونږ په دې بدن کښې يُو او يا نۀ يُو، خو زمونږ مقصد صرف د مالِک خوشحالول دى.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو، نو هلته به هر يو ته د خپل کار بدله مِلاو شى څۀ چې هغوئ په دې بدن کښې کړى وى کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد وى.</verse>
				<verse number="11">نو مونږ د مالِک خُدائ د يرې نه خبر يُو او د خلقو د پوهولو کوشش کوُو. خو خُدائ پاک ته په خپله زمونږ د اخلاص پته ده او اُميد دے چې ستاسو ضمير ته به هم پته وى.</verse>
				<verse number="12">نو مونږ خپله نېک نامى په تاسو بيا نۀ زياتوو بلکې مونږ په خپله تاسو له موقع درکوو چې په مونږ فخر وکړئ د دې دپاره چې تاسو هغوئ له جواب ورکولے شئ څوک چې په ظاهره فخر کوى خو په زړۀ کښې نه.</verse>
				<verse number="13">ځکه کۀ مونږ په خود کښې نۀ يُو نو د خُدائ پاک دپاره يُو او کۀ په خود کښې يُو نو ستاسو دپاره يُو.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې د مسيح مينه مونږ په دې مجبوروى، چې مونږ په دې پوهه شُو چې هغه يو د ټولو دپاره مړ شو نو مطلب يې دا شو چې ټول مړۀ شول.</verse>
				<verse number="15">او هغه د ټولو دپاره مړ شو نو چې څوک ژوندى دى هغه دې د ځان دپاره نۀ وى ژوندى بلکې د هغۀ د خاطره دې ژوندى وى څوک چې د هغوئ دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو.</verse>
				<verse number="16">نو اوس مونږ چا ته په انسانى نظر نۀ ګورو، لکه څنګه چې مونږ هم مسيح ته يو وخت په انسانى نظر کتل خو اوس داسې نۀ کوُو.</verse>
				<verse number="17">نو بيا کۀ څوک په مسيح کښې وى نو هغه نوے مخلوق دے. زاړۀ هر څۀ ختم شول، وګورئ هر څۀ نوى شول.</verse>
				<verse number="18">دا ټول هر څۀ د خُدائ پاک له طرفه دى، چا چې د مسيح په وسيله مونږ سره روغه وکړه او هغۀ مونږ ته د صُلح کولو خِدمت وسپارلو.</verse>
				<verse number="19">مطلب دا چې خُدائ پاک د مسيح په وسيله دُنيا سره صُلح کوله، او د هغوئ نافرمانى يې د هغوئ خلاف حساب نۀ کړه او د صُلح راوستو پېغام يې زمونږ په حواله کړو.</verse>
				<verse number="20">نو مونږ د مسيح پېغام وړُونکى يُو او خُدائ پاک زمونږ په وسيله دا خواست کوى، مونږ د مسيح د طرف نه تاسو ته مِنت کوُو چې د خُدائ پاک سره صُلح وکړئ.</verse>
				<verse number="21">خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">مونږ چې د خُدائ پاک په خِدمت کښې شريک يُو، تاسو ته دا مِنت کوُو چې د خُدائ پاک کوم فضل چې تاسو قبول کړے دے، هغه عبث مۀ ګڼئ.</verse>
				<verse number="2">ځکه چې هغه فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو.“ وګورئ د بچ کېدو وخت اوس راغلے دے. وګورئ دا د خلاصون ورځ ده.</verse>
				<verse number="3">مونږ د چا په لار کښې خنډ نۀ جوړيږو د دې دپاره چې زمونږ په خِدمت کښې څۀ نقصان پېدا نۀ شى،</verse>
				<verse number="4">بلکې د خُدائ پاک د خادِمانو په شان په هره خبره کښې مونږ خپل ځان ښکاره کوُو، او په ډېر صبر سره په مشکلاتو کښې، په سختو کښې او افتونو کښې،</verse>
				<verse number="5">په وهلو ټکولو، په قېدولو، په بلوا کېدلو، په سخت مشقت کولو، په شوګيرو تېرولو، په لوږه تنده کښې وخت تېروو،</verse>
				<verse number="6">او بيا هم په پاکۍ، په عِلم، په صبر، په مهربانۍ، په روحُ القُدس او په بې‌ريا مينې سره ځان ښکاره کوُو.</verse>
				<verse number="7">مونږ په وفادارۍ سره حقيقت بيانوو او د خُدائ پاک قدرت راسره دے. مونږ په خپل ښى لاس او ګس لاس کښې د صداقت وسلې نيولى دى.</verse>
				<verse number="8">مونږ په هر حالت کښې په عزت او بې‌عزتۍ، په بدنامۍ او په نېک نامۍ کښې د خُدائ پاک خِدمت کوُو. اګر کۀ دوئ مونږ دوکه باز ګڼى خو بيا هم رښتينى يُو،</verse>
				<verse number="9">کۀ نامعلومه يُو خو بيا هم مشهور يُو، کۀ مرګ حال يُو خو بيا هم ژوندى يُو، کۀ وهل کيږُو خو قتل کيږُو نه.</verse>
				<verse number="10">کۀ مونږ غمژن يُو خو هر وخت خوشحاله يُو، مونږ غريبانان يُو خو ډېر خلق غنيان کوُو، مونږ سره څۀ نشته خو بيا هم راسره هر څۀ شته.</verse>
				<verse number="11">اے کورنتيانو، مونږ تاسو سره صفا خبرې وکړې او درسره د زړۀ نه مينه کوُو.</verse>
				<verse number="12">زمونږ په مينه کښې څۀ کمے نشته خو ستاسو په زړونو کښې شته.</verse>
				<verse number="13">زۀ درته لکه د خپلو ماشومانو دا خواست کوم چې په خپلو زړونو کښې مونږ ته ځائ راکړئ.</verse>
				<verse number="14">څوک چې په مسيح ايمان نۀ لرى، د هغوئ سره په جغ کښې مۀ ځئ. ځکه چې د صادقانو او د شريرانو په خپلو کښې څۀ تعلق وى؟ او د رڼا او تيارې په خپلو کښې د يو بل سره څۀ تعلق وى؟</verse>
				<verse number="15">ولې د مسيح د شېطان سره څۀ قسم جوړښت شته؟ يا يو ايماندار د يو بې‌ايمانه سره څۀ تعلق ساتلے شى څۀ؟</verse>
				<verse number="16">نو د خُدائ پاک د کور او د بُتانو په خپلو کښې د جوړښت امکان نشته، نو مونږ په خپله د ژوندى خُدائ پاک کور يُو لکه څنګه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به په خپله په هغوئ کښې اوسم او په هغوئ کښې به ګرځم، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.“</verse>
				<verse number="17">دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم.</verse>
				<verse number="18">او زۀ به بيا ستاسو پلار يم او تاسو به زما زامن او لوڼه يئ، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ وينا ده.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.</verse>
				<verse number="2">مونږ ته په خپلو زړونو کښې ځائ راکړئ. مونږ د هيچا سره بد نۀ دى کړى، مونږ څوک نۀ دى بې‌لارې کړى، نۀ مو چا سره دوکه کړې ده.</verse>
				<verse number="3">زۀ دا ستاسو د ملامتولو دپاره نۀ وايم ځکه چې ما تاسو ته اول هم وئيلى دى چې تاسو زمونږ په زړونو کښې داسې يئ چې کۀ مرګ وى او کۀ ژوند، مونږ تاسو سره يو ځائ يُو.</verse>
				<verse number="4">زۀ په تاسو مطمئن يم او په تاسو ډېر فخر کوم. ما ته پوره تسلى حاصله ده او په خپلو ټولو مصيبتونو کښې بيا هم بې‌حده خوشحاله يم.</verse>
				<verse number="5">کله چې مونږ مِکدونيه ته راغلو نو مونږ ته دلته هم هيڅ آرام نۀ وو، خو مونږ نه هر طرف ته تکليفونه وُو، زمونږ نه ګېرچاپېره جګړې وې او زمونږ په زړونو کښې يې يره وه.</verse>
				<verse number="6">خو خُدائ پاک چې عاجزانو ته تسلى ورکوى نو د تيطوس په راتلو يې مونږ له تسلى راکړه،</verse>
				<verse number="7">او نۀ تش د هغۀ په راتلو بلکې د هغۀ په هغه تسلۍ چې تاسو هغۀ له ورکړې وه، څنګه چې هغۀ مونږ ته ستاسو د خواهش، ستاسو د خفګان او ما دپاره ستاسو د ليوالتيا ووئيل نو زۀ نور هم زيات خوشحاله شوم.</verse>
				<verse number="8">کۀ زما په سخت خط تاسو غمژن شوى وئ نو زۀ په هغې پښېمانه نۀ يم، اګر چې ما په اول وخت کښې کوم غم چې د لږ وخت دپاره در ورسولو نو په هغې زۀ لږ پښېمانه وم.</verse>
				<verse number="9">خو اوس زۀ په دې خبره خوشحاله يم، نۀ چې ستاسو په غم بلکې په دې چې ستاسو خفګان تاسو توبه ګار کړئ. ځکه چې دا غمژن کېدل د خُدائ پاک د خوا نه وو، دا ځکه چې تاسو ته زمونږ د طرف نه څۀ نقصان نۀ وو رسېدلے.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې د خُدائ پاک د مرضۍ غم داسې توبه راپېدا کوى چې اَنجام يې خلاصون دے او په هغې پښېمانه کېدل نشته، خو د دُنيا غم مرګ پېدا کوى.</verse>
				<verse number="11">نو ګورئ دغه د خُدائ پاک د مرضۍ غم په تاسو کښې څومره سرګرمى، عُذر، خفګان، يره، شوق، جوش او غېرت پېدا کړو. تاسو په هر جوړ دا ثابت کړل چې تاسو په دې خبره کښې څومره بې‌ګناه يئ.</verse>
				<verse number="12">نو اګر چې ما تاسو ته وليکل، خو د دې مقصد دا نۀ وو چې څوک غلط کارونه کوى د هغوئ په حقله وليکم يا چا سره چې غلط کارونه کيږى د هغوئ په حقله وليکم، نه، بلکې د دې مقصد دا وو چې د مالِک خُدائ په وړاندې په تاسو ظاهره شى چې تاسو زمونږ دپاره څومره سرګرم يئ.</verse>
				<verse number="13">په دې زمونږ تسلى وشوه او دې تسلۍ سره سره مونږ د تيطوس په خوشحالۍ نور هم خوشحاله شُو ځکه چې ستاسو ټولو په وسيله د هغۀ زړۀ ته تسلى مِلاو شوه.</verse>
				<verse number="14">ځکه کۀ ما د هغۀ په وړاندې ستاسو په باب کښې څۀ فخر وکړو نو شرمنده نۀ شوم بلکې څنګه چې مونږ تاسو ته ټولې خبرې په رښتيا وکړې نو هم هغه شان هغه فخر چې مونږ د تيطوس په وړاندې وکړو، هغه هم رښتيا ثابت شو.</verse>
				<verse number="15">او هر کله چې هغۀ ته ستاسو د ټولو فرمانبردارۍ راياديږى او چې تاسو څنګه په ويره او رپېدلو هغه قبول کړو نو تاسو سره د هغۀ د زړۀ مينه نوره هم زياتيږى.</verse>
				<verse number="16">زۀ ځکه خوشحاله يم چې زما مکمل باور په تاسو دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">زما وروڼو او خوېندو، مونږ غواړو چې تاسو د خُدائ پاک د هغه فضل په حقله خبر شئ کوم چې د مِکدونيه جماعتونو ته ورکړے شو.</verse>
				<verse number="2">د مصيبت د دې سخت آزمېښت په دوران کښې د هغوئ خوشحالى زياته شوه او د سخت غربت باوجود هم هغوئ د زړۀ د اخلاصه د خپل طرف نه سخاوت وکړو.</verse>
				<verse number="3">ځکه زۀ دا ګواهى ورکوم چې هغوئ د خپل وس په مطابق نه، بلکې د خپل وس نه يې هم زيات په خپله خوښه ورکړل.</verse>
				<verse number="4">هغوئ مونږ ته ډېر مِنت وکړو چې، مونږ هم مقدسينو ته د خېرات ورکولو د خِدمت په فضل کښې شريک کړئ.</verse>
				<verse number="5">خو هغوئ زمونږ د اُميد نه زياته ورکړه وکړه، بلکې خپل زړونه يې اول مالِک ته او بيا يې د خُدائ پاک په مرضۍ مونږ ته وسپارل.</verse>
				<verse number="6">د دې دپاره مونږ تيطوس ته مِنت وکړو لکه څنګه چې هغۀ دا کار شروع کړے وو، هم هغه شان دې په تاسو کښې هم د خېرات دغه کار پوره کړے شى.</verse>
				<verse number="7">نو لکه څنګه چې تاسو په هره خبره کښې، د ايمان او کلام او عِلم او جوش او هغه مينه چې ستاسو مونږ سره ده، په هغې کښې وړاندې شوى يئ نو مونږ غواړو چې تاسو هم هغه شان د خېرات په دې کار کښې هم وړاندې شئ.</verse>
				<verse number="8">زۀ د حُکم په طور دا نۀ وايم بلکې د دې دپاره چې زۀ د نورو د جوش مقابل کښې ستاسو د مينې رښتينوالے وآزمائيم.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ.</verse>
				<verse number="10">نو زۀ په دې باب کښې تاسو ته زما نصيحت کوم چې ستاسو دپاره به دا ښۀ وى، چې هغه کار تر سره کړئ کوم چې مو يو کال مخکښې شروع کړے وو. تير کال تاسو په ورکړه کښې د ټولو نه اول وئ، او دا هم تاسو وئ چې دا کار مو اول شروع کړو.</verse>
				<verse number="11">نو اوس دا کار پوره هم کړئ. لکه څنګه چې تاسو اراده کښې چاخ وئ هم هغه شان د وس په مطابق يې پوره هم کړئ.</verse>
				<verse number="12">ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.</verse>
				<verse number="13">زما مطلب دا نۀ دے چې د نورو بوج دې کم شى او ستاسو دې زيات شى، بلکې په کار دے چې دا برابر وى.</verse>
				<verse number="14">دې وخت تاسو سره زيات څۀ دى دا به د هغوئ ضرورت پوره کړى، او کله چې د هغوئ سره زيات شى، نو هغوئ به ستاسو ضرورت پوره کړى، او دغه شان به تاسو کښې برابرے قائم وى.</verse>
				<verse number="15">لکه چې صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغۀ سره ډېره زياته نۀ وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغۀ سره کمه نۀ وه.“</verse>
				<verse number="16">خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ د تيطوس په زړۀ کښې ستاسو دپاره هم زما په شان سرګرمى پېدا کړې ده.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې هغۀ نۀ تش زمونږ خواست ومنلو بلکې هغه د مخکښې نه د زياتې سرګرمۍ سره په خپله مرضۍ تاسو ته درروان دے.</verse>
				<verse number="18">د هغۀ سره مونږ خپل هغه ورور درلېږُو څوک چې په ټولو جماعتونو کښې د زيرى د پېغام ورکولو دپاره مشهور دے.</verse>
				<verse number="19">او نۀ صرف دا بلکې هغه د جماعتونو له خوا نه د دې چندې د رسولو په خِدمت کښې زمونږ د سفر ملګرے مقرر شو، او مونږ دا خِدمت ځکه وکړُو چې د مالِک جلال او زمونږ سرګرمى ښکاره شى.</verse>
				<verse number="20">مونږ په شريکه د دې لوئې هديې د ساتلو خِدمت کوُو د دې دپاره چې په مونږ څوک هم څۀ قسم اِلزام ونۀ لګوى.</verse>
				<verse number="21">نو مونږ ځکه ډېر کوشش کوُو چې داسې منصوبه جوړه کړُو چې هغه نۀ صرف د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وى بلکې چې د خلقو په نظر کښې هم ښۀ وى.</verse>
				<verse number="22">او مونږ د هغوئ سره خپل بل ورور درلېږو څوک چې مونږ څو ځله وآزمائيلو او په ډېرو خبرو کښې مونږ ته سرګرم ښکاره شو، خو اوس هغه نور هم سرګرم دے ځکه چې هغه په تاسو ډېر باور کوى.</verse>
				<verse number="23">کۀ څوک د تيطوس په حقله تپوس وکړى نو هغه ما سره په شريکه ستاسو په خِدمت کښې زما ملګرے دے. او زمونږ د نورو وروڼو په حقله، هغوئ د جماعتونو د طرفه لېږلے شوى دى او مسيح ته جلال ورکوى.</verse>
				<verse number="24">نو په دې وجه خپله مينه ورته ثابته کړى چې ټول جماعتونه دا ووينى چې مونږ په تاسو بې‌ځايه فخر نۀ کوُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">اوس ما دپاره دا ضرورى نۀ ده چې تاسو ته د مقدسينو د چندې په حقله وليکم</verse>
				<verse number="2">ځکه چې زۀ ستاسو د سرګرمۍ نه خبر يم د هغې په وجه د مِکدونيه د خلقو په وړاندې زۀ په تاسو فخر کوم او وايم چې د اخيه خلق د تير کال نه تيار دى. او ستاسو جوش په هغوئ کښې ډېر خلق راوپارول.</verse>
				<verse number="3">خو زۀ دا وروڼه درلېږم د دې دپاره چې ستاسو په حقله مونږ کوم فخر کوُو، هغه بې‌مقصده پاتې نۀ شى، بلکې تاسو هغه شان تيار شئ څنګه چې ما هغوئ ته وينا کړې ده.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې کۀ ما سره د مِکدونيه نه څۀ خلق راشى او هغوئ وګورى چې تاسو تيار نۀ يئ نو مونږ به شرمنده شُو ځکه چې مونږ په تاسو باور کړے دے.</verse>
				<verse number="5">نو ما دا خبره ضرورى وګڼله چې په دې وروڼو زور راوړم چې اول کورنتيانو ته لاړ شى او د هغه چندې د مخکښې نه بندوبست وکړى د کومې چې تاسو وعده کړې ده، چې دا چنده په خپله خوښه راجمع کړئ نه چې په زبردستۍ.</verse>
				<verse number="6">خو ياد ساتئ څوک چې لږه کرونده کوى هغه به لږه رېبى، او چې څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته رېبى.</verse>
				<verse number="7">تاسو هر يو دې هم هغه هومره ورکړى څومره چې يې په زړۀ کښې دى، او نۀ چې په نۀ زړۀ او نۀ د بل چا په مجبورولو سره ځکه چې خُدائ پاک په خوشحالۍ ورکوونکو سره مينه کوى.</verse>
				<verse number="8">او خُدائ پاک کولے شى چې تاسو ته ستاسو د ضرورت په مطابق هر څۀ پرېمانه درکړى او تاسو سره به د نورو د مدد کولو دپاره همېشه هر څۀ ډېر وى.</verse>
				<verse number="9">نو په صحيفو کښې داسې ليکلى دى چې، ”هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى، د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى.“</verse>
				<verse number="10">نو خُدائ پاک څوک چې د زميندار دپاره تخم او د خوراک دپاره روټۍ ورکوى، هم هغه به تاسو له هم د کَرلو تخم درکړى او زيات به يې کړى او ستاسو د صداقت فصل به هم زيات کړى.</verse>
				<verse number="11">تاسو به په هر يو څيز کښې ډېر شتمن شئ د دې دپاره چې تاسو همېشه په هره موقع کښې سخاوت کولے شئ، او په دې سره به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وشى.</verse>
				<verse number="12">ځکه چې د دې خِدمت په کولو به نۀ تش د مقدسينو ضرورتونه پوره شى بلکې د ډېرو خلقو له خوا به د خُدائ پاک ډېره شُکر ګزارى وشى.</verse>
				<verse number="13">نو ستاسو د خِدمت په وجه به هغوئ د خُدائ پاک لوئى بيان کړى. نو هغوئ او نورو ټولو ايماندارانو ته به ستاسو سخاوت دا خبره ثابته کړى چې تاسو د مسيح د زيرى تابعدار يئ.</verse>
				<verse number="14">نو په دې وجه به هغوئ تاسو ته د زړۀ نه دعا کوى د هغه لوئ فضل په وجه کوم چې خُدائ پاک تاسو ته درکړے دے.</verse>
				<verse number="15">د خُدائ پاک د هغه بې‌مثاله برکت دپاره شُکر دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">زۀ پولوس په خپله تاسو ته د مسيح په عاجزۍ او نرمۍ کښې خواست کوم، خو زۀ ستاسو په مخکښې عاجز يم او پشى شا زړَور يم.</verse>
				<verse number="2">بلکې زۀ تاسو ته دا خواست کوم چې زما د حاضرېدو په وخت ما په سخته رويه مۀ مجبوروئ، لکه د چا چې زما په حقله دا خيال دے چې زمونږ خِدمت د دُنياوى طريقې په مطابق دے.</verse>
				<verse number="3">اګر کۀ مونږ انسانان يو خو زمونږ جنګ د انسانانو په مطابق نۀ دے.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې زمونږ د جنګ وسلې انسانى نۀ دى بلکې زمونږ وسلې د مضبوطو قلاګانو د نړولو دپاره د خُدائ پاک د قُدرت دى. مونږ پرې هر قسمه غلط بحثونه</verse>
				<verse number="5">او هره هغه کبرژنه خبره چې د خُدائ پاک د عِلم خلاف وى تباه کوُو او په هر يو نافرمانه خيال قبضه کوُو د دې دپاره چې د مسيح تابعدار شى.</verse>
				<verse number="6">کله چې ستاسو فرمانبردارى کامله شى نو بيا مونږ تيار يُو چې د هر قِسم نافرمانۍ سزا ورکړُو.</verse>
				<verse number="7">تاسو صرف ظاهرى څيزونو ته ګورئ. کۀ ستاسو په ځان دا باور وى چې تاسو د مسيح يئ، نو مونږ هم ستاسو په شان د مسيح يُو.</verse>
				<verse number="8">ځکه کۀ زۀ په هغه اختيار څۀ لږ فخر کوم چې ستاسو د جوړولو دپاره ما ته مالِک راکړے دے، نه چې ستاسو د ورانولو دپاره، نو زۀ په داسې کولو پښېمانه نۀ يم.</verse>
				<verse number="9">زۀ د خپلو خطونو په وسيله ستاسو د يرولو کوشش کول نۀ غواړم.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې د ځينو خلقو زما په حقله دا سوچ دے چې، د هغۀ خطونه اثرناک او زبردست دى خو چې کله هغه په خپله حاضر وى نو کمزورے وى او د هغۀ تقرير فضول وى.</verse>
				<verse number="11">نو دغه شان خلق دې پوهه شى څۀ چې په خطونو کښې زمونږ ليکل دى نو دغه شان به زمونږ په موجودګۍ کښې هم وى.</verse>
				<verse number="12">ځکه چې مونږ دا جرأت نۀ شُو کولے چې خپل ځانونه په هغه څو کسانو کښې شمېر کړُو يا د هغوئ سره برابر کړُو څوک چې خپله نېک نامى زياتوى، خو کله چې هغوئ په خپله په خپلو کښې د ځانونو اندازه ولګوى او په خپله په خپلو کښې مقابله وکړى نو په هيڅ نۀ پوهيږى.</verse>
				<verse number="13">خو بيا هم مونږ به د اندازې نه زيات فخر نۀ کوُو بلکې تر هغه حده، کوم چې خُدائ پاک زمونږ دپاره مقرر کړے دے او چې په کښې تاسو هم راغلى يئ.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې مونږ خپل ځانونه د هغه حد نه زيات لوئ نۀ ګڼو لکه څنګه چې زمونږ د خِدمت په هغه حد کښې وى، ځکه چې مونږ اولنى کسان وُو چې تاسو ته د مسيح د زيرى په ورکولو در رسېدلى يُو.</verse>
				<verse number="15">او مونږ د نورو په خوارۍ فخر نۀ کوُو خو اُميد کوُو چې ستاسو د ايمان په زياتوالى کښې به زمونږ د کار درجه نوره ډېره زياته شى،</verse>
				<verse number="16">نو چې مونږ زيرے ستاسو نه نور هم اخوا علاقې ته ورسوو، هغه ځائ ته چرته چې چا خِدمت نۀ دے کړے. نو بيا به مونږ ته د بل په خِدمت د فخر کولو ضرورت نۀ وى.</verse>
				<verse number="17">خو، ”هر څوک چې فخر کوى نو هغه دې په مالِک فخر وکړى.“</verse>
				<verse number="18">ځکه څوک چې خپل تعريف په خپله کوى هغه د قبلېدو نۀ دے بلکې د چا تعريف چې مالِک په خپله کوى هم هغه د قبلېدو وړ دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">زما خواهش دے چې تاسو ما سره لږ شان بې‌وقوفى وزغمئ. آو، تاسو يې ما سره زغمئ.</verse>
				<verse number="2">زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک په شان غېرت محسوسوم، ځکه چې ما يو خاوند سره ستاسو د وادۀ کولو او مسيح ته تاسو د يوې پاکې پېغلې په شان د حاضرولو وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="3">خو زۀ يرېږم چې داسې ونۀ شى لکه څنګه چې مار په خپله چالاکۍ بى‌بى حوا دوکه کړه او ستاسو خيالات هم د هغه خلوص او پاکوالى نه بل خوا شى، کوم چې د مسيح سره په کار دى.</verse>
				<verse number="4">ځکه کۀ تاسو ته څوک هم راشى او هغه د بل عيسىٰ پېغام درکوى، او کۀ څۀ هم چې د هغۀ پېغام او زمونږ کښې فرق هم وى، يا تاسو ته د روحُ القُدس په ځائ څۀ بل روح درکړے شى، يا چې تاسو کوم زيرے قبول کړے دے د هغې نه علاوه بل زيرے درکړى، نو بيا خو هغه تاسو ډېر په خوشحالۍ اورئ.</verse>
				<verse number="5">زۀ خو خپل ځان ستاسو د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه کم نۀ ګڼم.</verse>
				<verse number="6">دا ده چې زۀ په تقرير کولو کښې ماهر نۀ يم خو په عِلم کښې هم کم نۀ يم، مونږ په هر حال او په ټولو خبرو کښې تاسو ته دا وښودل.</verse>
				<verse number="7">ولې ما دا ګناه وکړه چې مې تاسو ته د خُدائ پاک زيرے مفت در ورسولو او ځان مې لاندې کړو د دې دپاره چې تاسو اوچت شئ؟</verse>
				<verse number="8">ستاسو په خيال چې ما ستاسو د خِدمت دپاره د نورو جماعتونو نه په چنده حاصلولو د هغوئ نه غلا وکړه.</verse>
				<verse number="9">او کله چې زۀ تاسو سره وم او حاجتمند وم نو ما په چا بوج وانۀ چولو ځکه چې د مِکدونيه نه وروڼه راغلى وُو او زما حاجت يې پوره کړو او ما په هره خبره کښې په تاسو د بوج اچولو نه ځان ساتلے دے او ساتم به يې هم.</verse>
				<verse number="10">څنګه چې د مسيح حقيقت په ما کښې دے نو د اخيه په علاقه کښې به هيڅوک ما د دې فخر نه منع نۀ کړى.</verse>
				<verse number="11">دا ولې؟ ځکه چې زۀ تاسو سره مينه نۀ کوم؟ خو خُدائ پاک ته پته ده چې زۀ تاسو سره مينه کوم.</verse>
				<verse number="12">خو زۀ به خپل کار لکه د مخکښې په شان جارى ساتم. زما دا کار به هغه خلق د دې نه منع کړى چې څوک چې د دې موقعې پسې ګرځى چې په خپلو کارونو زمونږ د خِدمت په شان فخر وکړى.</verse>
				<verse number="13">ځکه چې داسې خلق دروغژن رسولان دى او دوکه مار دى او ځانونه يې د مسيح د رسولانو په شان کړى وى.</verse>
				<verse number="14">په دې کښې څۀ حېرانتيا نشته، ځکه چې شېطان هم خپل ځان د يو نُورانى فرښتې په شان جوړوى.</verse>
				<verse number="15">نو بيا کۀ د شېطان خادِمان د صادقانو خادِمانو په شان ځان جوړ کړى نو دا څۀ غټه خبره نۀ ده. خو د هغوئ اَنجام به د هغوئ د کارونو په شان وى.</verse>
				<verse number="16">زۀ بيا وايم چې ما دې څوک بې‌وقوف ونۀ ګڼى خو کۀ ګڼى مې نو د بې‌وقوف په شان مې قبول کړئ نو چې زۀ هم لږ شان فخر وکړم.</verse>
				<verse number="17">زۀ چې د دې فخر او جرأت په حقله څۀ وايم هغه د مالِک په اختيار نه بلکې د بې‌وقوف په شان وايم.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې ډېر خلق په انسانى طور فخر کوى، زۀ به يې هم کوم.</verse>
				<verse number="19">ځکه چې تاسو په خپله عقلمند يئ نو په خوښه بې‌وقوفان زغمئ.</verse>
				<verse number="20">ځکه چې تاسو هغوئ هم زغمئ څوک چې تاسو غلامان کوى يا مو داړى، يا مو راګېروى، يا خپل ځان لوئ جوړوى، يا ستاسو په مخ څپېړه درکوى.</verse>
				<verse number="21">زۀ په شرم سره وايم چې په دې کولو کښې مونږ ډېر کمزورى وُو. خو کۀ څوک فخر کوى نو زۀ به هم فخر کوم، زۀ دا د يو بې‌وقوف په طور وايم.</verse>
				<verse number="22">ولې هغوئ عبرانيان دى؟ نو زۀ هم يم. ولې هغوئ بنى اِسرائيل دى؟ نو زۀ هم يم. ولې هغوئ د اِبراهيم د نسل نه دى؟ نو زۀ هم يم.</verse>
				<verse number="23">ولې هغوئ د مسيح خادِمان دى؟ زما وينا لکه د ليونى په شان ده، خو زۀ د هغوئ نه زيات بهتر يم، په محنت کښې زيات، په قېد کښې زيات، په کوړو خوړلو کښې د حد نه زيات، او څو څو ځله د مرګ سره مخامخ شوے يم.</verse>
				<verse number="24">ما د يهوديانو نه پينځۀ ځله يو کم څلوېښت کوړې وخوړلې،</verse>
				<verse number="25">درې ځله زۀ په چُوکو ووهلے شوم، يو ځلې سنګسار کړے شوم، درې ځلې راباندې د اوبو جهازونه تباه شول او يوه شپه او ورځ سمندر په مخه کړے وم.</verse>
				<verse number="26">زۀ څو څو ځله په سفر کښې په مختلفو خطرو کښې لکه د دريابونو، د ډاکوانو، د خپل قوم، د غېر‌يهوديانو، د ښار، د بيابان، د سمندر، د دروغژنو وروڼو او خوېندو په خطرو کښې پاتې شوے يم،</verse>
				<verse number="27">د سخت محنت او د زيات مشقت په وجه څو څو شپې شوګيره شوے يم. څو څو ځله په لوږو او تندو نارنهور ګرځېدلے يم، څو څو ځله د جامو د کمى په وجه د يخنۍ نه کوکله شوے يم.</verse>
				<verse number="28">د دې خبرو نه علاوه، چې په ما کوم د روزانه غم دے هغه د ټولو جماعتونو دپاره زما په زړۀ کښې سوچ دے.</verse>
				<verse number="29">د هغوئ په کمزورتياو زۀ کمزورے کېږم نه څۀ؟ د هغوئ په تيندک خوړلو زما زړۀ نۀ خوږيږى څۀ؟</verse>
				<verse number="30">کۀ فخر کول ضرورى وى نو په کار دے چې زۀ په هغه څيزونو فخر وکړم چې زما کمزورۍ ښکاره کوى.</verse>
				<verse number="31">د مالِک عيسىٰ د خُدائ پاک او پلار حمد و ثنا دې همېشه وى، هغه خبر دے چې زۀ دروغ نۀ وايم.</verse>
				<verse number="32">چې زۀ په دمشق کښې وم نو د ارِتاس بادشاه ګورنر د ټول ښار نه چاپېره څوکۍ کښېنولې وه چې ما ګرفتار کړى.</verse>
				<verse number="33">خو زۀ د ښار د دېوال د کړکۍ نه په ټوکرۍ کښې کوز کړے شوم او د هغۀ د پنجې نه بچ شوم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">ما ته فخر کول ضرورى دى، اګر کۀ دا فائده مند نۀ دى خو زۀ به د مالِک د روياګانو او د مکاشفې ذکر وکړم.</verse>
				<verse number="2">زۀ په مسيح کښې يو سړے پېژنم څوک چې څوارلس کاله مخکښې اوچت کړے شو او آخرى آسمان ته پورته کړے شو، خو زۀ خبر نۀ يم چې په وجود کښې وو او کۀ د وجود نه بغېر وو، خُدائ پاک ته پته ده.</verse>
				<verse number="3">او زۀ خبر يم چې دا سړے په وجود کښې يا بې له وجوده وو، هغه ترې زۀ خبر نۀ يم خو خُدائ پاک خبر دے، چې</verse>
				<verse number="4">آسمان ته اوچت کړے شو، او داسې خبرې يې واورېدلې چې د هغې وئيل ناممکنه دى او انسان ته د هغه خبرو بيانول ناروا دى.</verse>
				<verse number="5">زۀ به په داسې سړى خو فخر کوم خو په خپل ځان به بغېر د خپلو کمزوريانو نه فخر ونۀ کړم.</verse>
				<verse number="6">خو کۀ زۀ فخر کول هم غواړم نو بې‌وقوفه به نۀ يم ځکه چې زۀ به رښتيا وايم، خو بيا هم نۀ وايم ځکه چې څوک ما د هغۀ نه زيات ونۀ ګڼى څنګه چې مې وينى يا له ما نه اورى.</verse>
				<verse number="7">او د دې عجيبه روحانى کشفونو په وجه چې زۀ پرې مغروره نۀ شم زما په بدن کښې د شېطان فرښتې زما د تکليف دپاره ازغے وټومبلو، چې زۀ فخر ونۀ کړم.</verse>
				<verse number="8">د دې په حقله ما مالِک ته درې ځله سوال زارى وکړه چې دا تکليف زما نه لرې کړى.</verse>
				<verse number="9">خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى.“ نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى.</verse>
				<verse number="10">په دې وجه زۀ د مسيح د خاطره په کمزورتيا کښې، په بې‌عزتۍ کښې، په سختو کښې، په تکليفونو کښې او په افتونو کښې خوشحاله يم، نو کله چې زۀ کمزورے يم نو بيا هغه وخت هم زورَور يم.</verse>
				<verse number="11">زۀ بې‌وقوف شوم ځکه چې زۀ تاسو مجبور کړم خو تاسو له زما ستائينه کول په کار وو، په وجه د دې چې زۀ هيڅ هم نۀ يم، خو بيا هم د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم.</verse>
				<verse number="12">د رښتينى رسول نښې ستاسو په وړاندې ما په ډېر صبر سره په نښو او په معجزو او عجيبه کارونو ښکاره کړې.</verse>
				<verse number="13">تاسو په کومه خبره کښې د نورو جماعتونو نه کم وئ بې له دې چې ما په خپله په تاسو بوج وانۀ چولو؟ زما دا غلطى معاف کړئ.</verse>
				<verse number="14">ګورئ، په درېم ځل زۀ تاسو له راتلو ته تيار يم او په تاسو به بوج وانۀ چوم، ځکه چې زۀ ستاسو د مال نه بلکې ستاسو غوښتونکے يم. ځکه چې ماشومان مور پلار نۀ ساتى بلکې مور پلار ماشومان ساتى.</verse>
				<verse number="15">زۀ به ستاسو دپاره ډېر څۀ په خوشحالۍ قربان کړم بلکې تر دې چې خپل ځان به هم قربان کړم. کۀ زۀ تاسو سره زياته مينه کوم نو ولې تاسو به ما سره کمه مينه کوئ څۀ؟</verse>
				<verse number="16">دا خبره ټيک ده چې ما په تاسو بوج وانۀ چولو، خو ځينى دا سوچ کوى چې زۀ چالاک يم او تاسو مې په ټګۍ راګېر کړى يئ.</verse>
				<verse number="17">نو بيا څوک چې ما تاسو ته درولېږل نو ولې ما د هغوئ په وسيله تاسو سره څۀ دوکه کړې ده څۀ؟</verse>
				<verse number="18">ما تيطوس ته مِنت وکړو چې هغه لاړ شى او هغۀ سره مې يو ورور درولېږلو، خو تيطوس ولې تاسو سره دوکه ونۀ کړه څۀ؟ ولې مونږ دواړه په يو روح کښې نۀ يُو؟ ولې مونږ د يو بل په نقش قدم نۀ يُو روان څۀ؟</verse>
				<verse number="19">کېدے چې تاسو دا سوچ کوئ چې مونږ ستاسو په وړاندې د خپل ځان دفاع کوُو؟ خو مونږ د خُدائ پاک په وړاندې په مسيح کښې خبرې کوُو. خوږو عزيزانو، دا هر څۀ مونږ ستاسو د ترقۍ دپاره کوُو.</verse>
				<verse number="20">ځکه چې زۀ يرېږم، هسې نه چې کله زۀ درشم او تاسو چې څنګه غواړم هغه شان مو ونۀ مومم، او څنګه چې تاسو نۀ غواړئ ما هغه شان ومومئ، زۀ يرېږم چې په تاسو کښې جګړه، کينه، غصه، خود غرضى، بده وينا، غېبتونه، ډوزې او فساد نۀ وى.</verse>
				<verse number="21">په دې يرېږم چې کله زۀ بيا درشم هسې نه چې زما خُدائ پاک ما ستاسو په وړاندې شرمنده نۀ کړى او په هغه ډېرو خلقو چې ګناهونه يې کړى دى، افسوس وکړم ځکه چې هغوئ د هغې ناپاکۍ، حرامکارۍ او شهوت پرستۍ نه چې يې کړى دى، توبه نۀ ده ايستلې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">دا درېم ځل دے چې زۀ تاسو ته درځم، د دې دپاره چې د هر اِلزام دپاره د دوو يا درېو ګواهانو ضرورت به وى چې هغه پرې مجرم ثابت کړے شى.</verse>
				<verse number="2">ما هغوئ او هغه نور ټول خبردار کړل چا چې مخکښې ګناه کړې وه، او زۀ هغوئ اوس هم هغه شان په غېر موجودګۍ کښې خبرداروم څنګه چې ما په دوېم ځل کړى وُو، چې زۀ بيا راشم نو ضرور به سزا ورکړم.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې تاسو کوم ثبوت غواړئ چې مسيح زما په وسيله خبرې کوى هغه زۀ اوس تاسو له درکوم. هغه ستاسو د سمولو دپاره کمزورے نۀ دے بلکې هغه په تاسو کښې طاقتور دے.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې هغه په کمزورتيا کښې په سولۍ کړے شو خو د خُدائ پاک د قدرت په سبب ژوندے دے. او مونږ هم په هغۀ کښې کمزورى يُو خو د هغۀ سره به د خُدائ پاک د هغه قدرت په سبب ژوندى يُو چې ستاسو اصلاح وکړو.</verse>
				<verse number="5">تاسو خپل ځانونه وآزمايئ چې ستاسو ايمان په ځائ دے او کۀ نه. خپل ځانونه ولټوئ. ولې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې عيسىٰ مسيح په تاسو کښې اوسيږى؟ کۀ په تاسو کښې هغه نۀ وى، نو بيا ستاسو ايمان بې‌ځايه دے.</verse>
				<verse number="6">زۀ اُميد کوم چې تاسو ته به پته ولګى چې مونږ ناکامه نۀ يُو.</verse>
				<verse number="7">خو مونږ د خُدائ پاک نه دا دُعا غواړو چې تاسو څۀ بد کار ونۀ کړئ، د دې دپاره نه چې مونږ کامياب ښکاره شُو بلکې د دې دپاره چې تاسو نېکى وکړئ، خير دے کۀ مونږ ناکاميابه ښکاره شُو.</verse>
				<verse number="8">ځکه چې مونږ د حق خِلاف هيڅ نۀ شُو کولے خو د حق آواز اوچتولے شُو.</verse>
				<verse number="9">نو ځکه مونږ خوشحاله يُو کله چې مونږ کمزورى يُو او تاسو زورَور يئ. او زمونږ دا دُعا ده چې تاسو په ايمان کښې پاخۀ شئ.</verse>
				<verse number="10">نو زۀ دا خبرې په خپلې غېر موجودګۍ کښې د دې دپاره ليکم نو کله چې زۀ درشم چې زۀ د هغه اختيار په استعمالولو کښې سختى ونۀ کړم کوم اختيار چې مالِک ما له ستاسو د جوړولو دپاره راکړے دے، او نۀ چې د ورانولو دپاره.</verse>
				<verse number="11">اے وروڼو او خوېندو زما آخرى خبره دا ده چې، خوشحاله اوسئ، په هر څۀ کښې بالغان شئ، يو بل ته ډاډګيرنه ورکوئ، په امن سره اوسېږئ، نو بيا به د مينې او د سلامتۍ خُدائ پاک تاسو سره وى.</verse>
				<verse number="12">په پاکې مينې سره يو بل ته سلام ووايئ.</verse>
				<verse number="13">ټول مقدسين تاسو ته سلام وائى.</verse>
				<verse number="14">د مالِک عيسىٰ مسيح فضل او د خُدائ پاک مينه او د روحُ القُدس شراکت دې تاسو ټولو سره وى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="48">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د پولوس رسول د طرف نه، چې نۀ هغه انسانانو مقرر کړو، او نۀ يې د بل چا نه رسالت حاصل کړو، بلکې عيسىٰ مسيح او خُدائ پلار په خپله مقرر کړو، چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړو.</verse>
				<verse number="2">زۀ او ما سره موجود ايمانداران وروڼه د ګلتيانو ټولو جماعتونو ته سلام وايو،</verse>
				<verse number="3">زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرفه دې په تاسو فضل او سلامتى وى.</verse>
				<verse number="4">هغه عيسىٰ چا چې زمونږ د ګناهونو دپاره خپل ځان قربان کړو، د دې دپاره چې زمونږ د خُدائ پلار د رضا په مطابق د دې موجوده بدکارې زمانې نه مونږ بچ کړى.</verse>
				<verse number="5">د خُدائ پاک جلال دې د تل دپاره وى. آمين.</verse>
				<verse number="6">زۀ په دې خبره حېران يم چې تاسو دومره زر د هغه چا نه مخ اړوئ چا چې تاسو د مسيح په فضل رابللى يئ، او اوس د بل زېرى پسې ګرځئ،</verse>
				<verse number="7">اګر چې بل زيرے نشته. خو داسې خلق شته چې هغوئ دا غواړى چې تاسو بې‌لارې کړى او د مسيح د زيرى مقصد درته بدل کړى.</verse>
				<verse number="8">خو کۀ مونږ په خپله يا د آسمان يوه فرښته د هغه زېرى نه علاوه چې مونږ تاسو ته اورولے وو، بل کوم زيرے اوروى، نو هغه دې لعنتى وى.</verse>
				<verse number="9">زۀ اوس هغه څۀ تاسو ته بيا بيانوم څۀ چې ما درته اول بيان کړى دى، کۀ چرې څوک تاسو ته د در رسېدلى زېرى نه بل زيرے اوروى نو هغه دې لعنتى وى.</verse>
				<verse number="10">ولې زۀ اوس د بنى آدم د راضى کولو کوشش کوم يا د خُدائ پاک؟ يا ولې زۀ د خلقو د خوشحالولو پسې ګرځم؟ کۀ چرې ما تر اوسه پورې خلق خوشحالول نو بيا به زۀ د مسيح غلام نۀ وم.</verse>
				<verse number="11">زما وروڼو او خوېندو، زۀ دا غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې کوم زيرے چې ما درته اورَولے دے هغه انسانى نۀ دے.</verse>
				<verse number="12">ځکه چې هغه ما ته د چا انسان په وسيله نۀ دے رارسېدلے او نۀ چا ما ته ښودلے دے، بلکې دا ما ته د عيسىٰ مسيح د خوا نه اظهار شوے دے.</verse>
				<verse number="13">نو بې‌شکه تاسو زما د مخکښې ژوند په حقله کله چې يهودى وم دا اورېدلى دى چې ما به د خُدائ پاک جماعت زورولو او د هغې د تباه کولو کوشش کولو.</verse>
				<verse number="14">زۀ د يهوديانو په عقيده کښې د خپل قوم د اکثرو همزولو نه ډېر سرګرم وم ځکه چې زۀ د خپلو مشرانو د رواياتو ډېر زيات پابند وم.</verse>
				<verse number="15">خو خُدائ پاک زۀ د پېدايښت نه مخکښې د مور په ګېډه کښې خوښ کړم او په خپل فضل يې راوبللم، نو هغه خوشحاله وو</verse>
				<verse number="16">چې خپل زوئ په ما کښې څرګند کړى د دې دپاره چې زۀ په غېر‌يهوديانو کښې د هغۀ زيرے خور کړم. نو نۀ خو ما د انسان نه صلاح واخسته</verse>
				<verse number="17">او نۀ زۀ په يروشلم کښې هغوئ ته ورغلم څوک چې زما نه مخکښې رسولان وُو، بلکې سمدستى عربستان ته لاړم او د هغه ځائ نه وروستو دمشق ته راواپس شوم.</verse>
				<verse number="18">بيا درې کاله پس د پطروس سره د ملاقات دپاره زۀ يروشلم ته لاړم او پينځلس ورځې مې هغۀ سره تېرې کړې.</verse>
				<verse number="19">خو ما د مالِک د ورور يعقوب نه بغېر نورو رسولانو سره ملاقات ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="20">کومې خبرې چې زۀ تاسو ته ليکم، خُدائ پاک حاضر ناظر دے چې زۀ هيڅ دروغ نۀ وايم.</verse>
				<verse number="21">د دې نه پس زۀ د شام او د کلکيه علاقو ته لاړم.</verse>
				<verse number="22">او په يهوديه کښې چې د مسيح جماعتونه دى هغوئ زۀ تر اوسه نۀ پېژندلم.</verse>
				<verse number="23">خو هغوئ صرف د هغۀ په حقله دا اورېدلى وُو، ”چا به چې مونږ وړاندې زورولو، هغه اوس د هغه ايمان زيرے په خپله ورکوى د کوم په تباهۍ پسې چې دے ګرځېدو.“</verse>
				<verse number="24">او هغوئ زما په وجه د خُدائ پاک ثنا ووئيله.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">نو څوارلس کاله وروستو زۀ د برنباس سره بيا يروشلم ته لاړم او تيطوس مې هم د ځان سره بوتلو.</verse>
				<verse number="2">زۀ د خُدائ پاک د الهام په مطابق هلته لاړم. هلته بيا ما د هغوئ د مشرانو سره پټ ملاقات وکړو. د هغوئ وړاندې مې هغه زيرے کېښودو کوم چې ما غېر‌يهوديانو ته بيان کړے وو. ځکه چې زۀ يرېدلم هسې نه چې زما اوسنۍ يا پخوانۍ منډې ترړې بې‌فائدې شى.</verse>
				<verse number="3">خو تيطوس څوک چې ما سره وو اګر کۀ هغه يونانى هم وو خو هغه په سنتولو مجبوره نۀ کړے شو.</verse>
				<verse number="4">ځينې دروغژن ايمانداران زمونږ په مينځ کښې د دې دپاره شامل شوى وُو چې جاسوسى وکړى، او کومه آزادى چې مونږ ته په عيسىٰ مسيح کښې مِلاو شوې ده هغه ختمه کړى او مونږ بيا د شريعت غلامان جوړ کړى.</verse>
				<verse number="5">خو مونږ د هغوئ تابعدارى لږ ساعت له هم ونۀ کړه د دې دپاره چې د زيرى رښتينوالے په تاسو کښې همېشه قائم پاتې شى.</verse>
				<verse number="6">او کوم خلق چې مشران حسابېدل، هغه کۀ هر څنګه وُو، زما ورسره هيڅ کار نشته ځکه چې خُدائ پاک د هيچا طرفدارے نۀ کوى، د هغه مشرانو نه زما په زېرى کښې هيڅ زياتوالے رانۀ غلو.</verse>
				<verse number="7">خو د دې قاعدې په خلاف، هغوئ وليدل چې ما ته د غېر‌يهوديانو دپاره د مسيح د زيرى ذمه وارى حواله شوې ده، لکه څنګه چې پطروس ته د يهوديانو دپاره د زيرى ذمه وارى حواله شوې وه.</verse>
				<verse number="8">نو دغه شان، څنګه چې خُدائ پاک په پطروس کښې د يهوديانو د رسالت دپاره طاقت پېدا کړو، نو هم هغۀ د غېرو يهوديانو د رسالت دپاره ما ته هم طاقت راکړو.</verse>
				<verse number="9">او کله چې يعقوب، پطروس او يوحنا چې د جماعت ستنې وې، هغوئ د هغه فضل نه خبر شول کوم چې ما ته راکړے شوے وو، نو هغوئ د ملګرتيا دپاره برنباس او ما ته ښے لاس راکړو. او مونږ متفِق شو چې مونږ به غېر‌يهوديانو ته او هغوئ به يهوديانو ته د خِدمت دپاره لاړ شى.</verse>
				<verse number="10">هغوئ بس دومره راته ووئيل چې خوار غريب ياد ساته، ولې زۀ پخپله د دې کار دپاره ليواله وم.</verse>
				<verse number="11">خو کله چې پطروس اَنطاکيه ته راغلو نو ما مخامخ د هغۀ مخالفت وکړو ځکه چې هغه په خپله ملامته وو.</verse>
				<verse number="12">کله چې هغه راغلو نو هغۀ د غېر‌يهوديانو ايماندارانو سره خوړل څښل، خو وروستو کله چې د يعقوب ملګرى راغلۀ نو هغۀ نور د غېر‌يهوديانو سره خوړل څښل پرېښودل. ځکه چې هغه د هغه خلقو نه يرېدو چا چې د غېر‌يهوديانو سنتېدل غوښتل.</verse>
				<verse number="13">او نور يهوديان وروڼه هم د هغۀ په مرسته په رياکارۍ کښې ورسره شامل شول تر دې چې برنباس هم د هغوئ سره د رياکارۍ په وجه ګمراه شو.</verse>
				<verse number="14">نو کله چې ما وليدل چې هغوئ د زيرى د رښتينوالى په مطابق په نېغه لار نۀ ځى، نو ما د ټولو په وړاندې پطروس ته دا ووئيل چې، ”کۀ څۀ هم چې تۀ يهودى يې او د غېر‌يهوديانو په شان ژوند تېروې، نو بيا تۀ ولې غېرقومونه د يهوديانو په شان ژوند تېرولو ته مجبوروې؟“</verse>
				<verse number="15">مونږ پېدائشى يهوديان يُو او د غېر‌يهوديانو په شان ګناهګاران نۀ يُو.</verse>
				<verse number="16">خو اوس مونږ په دې پوهيږو چې څوک هم د شريعت په عملونو نه، بلکې صرف په عيسىٰ مسيح په ايمان راوړلو صادق کيږى. او مونږ په خپله په عيسىٰ مسيح ايمان راوړو د دې دپاره چې مونږ په مسيح په ايمان راوړلو سره صادق شُو، نه چې د شريعت په عملونو، ځکه چې د شريعت په عملونو څوک هم صادق کېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="17">خو کۀ په مسيح باندې د ايمان ساتلو په وجه هغه مونږ د خُدائ پاک سره صادقان کړى، او کۀ په دې مونږ ګناه ګار ګڼلے شُو چې ګنې مونږ شريعت پرېښودو، نو ولې د دې مطلب دا شو چې ګنې مسيح مونږ ته د ګناه دعوت راکړو؟ نه هيڅکله نه.</verse>
				<verse number="18">کۀ زۀ هغه شريعت بيا آباد کړم کوم چې ما ونړولو، نو زۀ به خپل ځان مجرم ثابت کړم.</verse>
				<verse number="19">په شرعى ژوند پوره کولو کښې زۀ مړ شوم، خو د دې په وجه ما خُدائى ژوند حاصل کړو.</verse>
				<verse number="20">زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.</verse>
				<verse number="21">زۀ د خُدائ پاک فضل نۀ رد کوم، ځکه کۀ صداقت د شريعت په وسيله حاصليږى نو بيا خو مسيح بې‌مطلبه مړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">اے نادانو ګلتيانو، په تاسو چا کوډې جادو وکړو؟ ستاسو د سترګو په وړاندې عيسىٰ مسيح په سولۍ شو او تاسو ټولو يې تماشه وکړه.</verse>
				<verse number="2">زۀ ستاسو نه صرف دا پته کول غواړم چې تاسو په شريعت په عمل کولو روحُ القُدس وموندلو يا مو چې څۀ واورېدل په هغې د ايمان راوړلو په وسيله؟</verse>
				<verse number="3">ولې تاسو دومره نادانه يئ چې د روحُ القُدس په وسيله مو شروع وکړه او اوس تاسو خپل مقصد په انسانى کوشش سر ته رسوئ څۀ؟</verse>
				<verse number="4">ولې ستاسو ټول کړاونه فضول شُو؟ په يقين سره چې عبث نۀ شُو، ولې داسې نۀ ده څۀ؟</verse>
				<verse number="5">نو بيا ولې خُدائ پاک تاسو ته روحُ القُدس او د معجزو کولو کار په شريعت د عمل کولو په وجه درکړے دے او يا کۀ د مسيح د زيرى اورېدلو او په هغۀ د ايمان راوړلو په وجه؟</verse>
				<verse number="6">لکه څنګه چې اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو، او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو.</verse>
				<verse number="7">نو بيا پوهه شئ چې د چا چې په خُدائ پاک ايمان وى، هغوئ د اِبراهيم اولاد دى.</verse>
				<verse number="8">او په صحيفو کښې د مخکښې نه ليکلے شوى وُو چې خُدائ پاک به ټول قومونه په ايمان صادق کړى، نو د اول نه يې اِبراهيم ته دا زيرے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”ستا په وسيله به ټولو قومونو ته برکت ورکړم.“</verse>
				<verse number="9">نو په دې وجه چا چې ايمان راوړلو، د اِبراهيم سره يې د خپل ايمان په وسيله برکت بياموندلو.</verse>
				<verse number="10">ځکه څوک چې د شريعت په عملونو بهروسه کوى، هغوئ لعنتيان دى، لکه چې په صحيفو کښې فرمائى چې، ”هر هغه څوک چې د شريعت په کِتاب کښې په ليکلے شوو ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغوئ ټول لعنتيان دى.“</verse>
				<verse number="11">اوس دا خبره ښکاره ده چې د شريعت په وسيله هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې صادق کېدے نۀ شى، ځکه چې صحيفې وائى، ”څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.“</verse>
				<verse number="12">بلکې د ايمان طريقه د شريعت د طريقې نه بدله ده، لکه څنګه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”څوک چې په شريعت عمل کوى هغه به د دې په سبب پائى.“</verse>
				<verse number="13">مسيح مونږ په بيعه واخستو او د شريعت د لعنت نه يې آزاد کړُو ځکه چې هغه زمونږ دپاره لعنتى شو، ځکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې په ونه کښې راځوړند کړے شى هغه لعنتى دے.“</verse>
				<verse number="14">دا ځکه وشو چې د اِبراهيم برکت د عيسىٰ مسيح په وسيله غېر‌يهوديانو ته هم ور ورسى، او چې مونږ د ايمان په وسيله د روحُ القُدس هغه وعده حاصله کړُو د کوم چې خُدائ پاک وعده کړې وه.</verse>
				<verse number="15">زما وروڼو او خوېندو، زۀ درته د روزمره ژوند مثال درکوم. چې د يو کس د چا سره تړون وشى، نو بيا په کښې نۀ څۀ زياتېدے شى او نۀ څۀ منسوخ کېدے شى.</verse>
				<verse number="16">نو خُدائ پاک چې د اِبراهيم او د هغۀ د اولاد سره کومه وعده وکړه، نو د هغۀ مقصد دا نۀ وو چې، ”د ډېرو اولادونو سره،“ بلکې د هغۀ مقصد دا وو چې، ”ستا يک يو اولاد سره،“ يعنې مسيح سره.</verse>
				<verse number="17">زما مقصد دا دے، کوم شريعت چې څلور سوه دېرش کاله وروستو راغلو، دا هغه تړون نۀ ماتوى کوم چې خُدائ پاک د پخوا نه مقرر کړے وو او نۀ د هغۀ وعده ماتوى.</verse>
				<verse number="18">ځکه کۀ ميراث د شريعت په وسيله حاصليږى نو بيا خو به دا د وعدې په بنياد نۀ دے، خو خُدائ پاک اِبراهيم ته دا د وعدې په وسيله ورکړو.</verse>
				<verse number="19">نو بيا د شريعت د راتلو نه څۀ مقصد وو؟ شريعت د دې دپاره ورکړے شو چې د وعدې سره سره چې خلقو ته د هغوئ ګناهونه هم ورښکاره کړى، خو شريعت صرف د وعده شوى ماشوم د راتلو پورې وو. خُدائ پاک خپل شريعت د فرښتو په وسيله موسىٰ له ورکړو څوک چې د خُدائ پاک او خلقو تر مينځه مينځګړے وو.</verse>
				<verse number="20">خو د مينځګړى ضرورت په هغه وخت راځى کله چې فريقېن د يو نه زيات شى، خو خُدائ پاک يو دے.</verse>
				<verse number="21">نو ولې شريعت د خُدائ پاک د وعدو خلاف دے؟ نه، هيڅکله نه. ځکه چې کۀ داسې شريعت ورکړے شوے وے چې ژوند يې ورکولو نو بيا به صداقت د شريعت په وسيله راغلے وو.</verse>
				<verse number="22">خو صحيفې فرمائى چې مونږ ټول د ګناه بنديوان يُو، نو کومه د معافۍ وعده چې د عيسىٰ مسيح په ايمان کښې ده، هغه به هغه خلقو له ورکړے شى د چا چې پرې ايمان وى.</verse>
				<verse number="23">نو د ايمان د راتلو نه اول، مونږ په قېد کښې وُو او د شريعت د لاندې تر هغې څارل کېدو ترڅو چې په مونږ کښې ايمان څرګند شى.</verse>
				<verse number="24">په دې وجه شريعت د مسيح د راتلو پورې زمونږ څارونکے وو د دې دپاره چې مونږ د ايمان په وسيله صادق ثابت کړے شُو.</verse>
				<verse number="25">خو اوس چې ايمان راغلو نو مونږ نور د شريعت څارلو ته محتاج نۀ يُو،</verse>
				<verse number="26">ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان په وسيله تاسو ټول د خُدائ پاک اولاد يئ.</verse>
				<verse number="27">تاسو څومره چې په مسيح کښې بپتسمه شوى يئ، د مسيح جامې مو اغوستې دى.</verse>
				<verse number="28">په تاسو کښې نور نۀ څوک اوس يهودى او نۀ يونانى، نۀ څوک غلام او نۀ آزاد، نۀ څوک نارينه او نۀ زنانه شته، ځکه چې تاسو ټول اوس په عيسىٰ مسيح کښې يو شان يئ.</verse>
				<verse number="29">او اوس چې تاسو د مسيح يئ نو تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، او د وعدې په مطابق وارثان يئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">خو زۀ دا وايم ترڅو چې وارث نابالغه وى، اګر چې هغه د ټول جائېداد مالِک وى، خو ترڅو چې هغه بالغ شوے نۀ وى تر هغې پورې په هغۀ او يو غلام کښې فرق نۀ وى.</verse>
				<verse number="2">پلار چې کوم وخت د هغوئ دپاره مقرر کړے دے نو تر هغه وخته پورې به هغوئ د هغه ساتونکى تابعدارى کوى.</verse>
				<verse number="3">دغه شان چې مونږ هم کله نابالغه وُو نو مونږ هم د دُنياوى اصُولو غلامان وُو.</verse>
				<verse number="4">خو کله چې وخت پوره شو نو خُدائ پاک خپل زوئ راولېږلو چې د ښځې نه پېدا شو او د شريعت د لاندې يې ژوند تېرولو،</verse>
				<verse number="5">د دې دپاره چې هغه زمونږ فديه ورکړى او مونږ د شريعت نه آزاد کړى، نو چې په دې سره هغه مونږ د خپل زوئ په حيث قبول کړى.</verse>
				<verse number="6">نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو نو خُدائ پاک د خپل زوئ روح زمونږ زړونو ته راولېږلو کوم روح چې په مونږ کښې دا آواز کوى چې، ”اے ابا، پلاره.“</verse>
				<verse number="7">نو اوس نور تۀ غلام نۀ يې بلکې زوئ يې، او چې زوئ يې نو د خُدائ پاک وارث هم يې.</verse>
				<verse number="8">پخوا چې تاسو خُدائ پاک نۀ پېژندو نو تاسو د هغه معبودانو غلامان وئ چې په حقيقت کښې خُدايان نۀ وُو.</verse>
				<verse number="9">خو ولې اوس تاسو خُدائ پاک وپېژندلو، بلکې اوس خُدائ پاک تاسو وپېژندلئ، نو بيا تاسو خپلو هغه کمزورو او بې‌فائدې اولنو دُنياوى اصُولو ته ولې راګرځئ؟ او ولې ځان بيا د هغوئ غلام جوړول غواړئ؟</verse>
				<verse number="10">تاسو په ډېر غور سره خاص ورځې، مياشتې او مقرر موسمونه او کالونه مناووئ.</verse>
				<verse number="11">زۀ ستاسو په حقله دا يره محسوسوم هسې نه چې کومه خوارى چې ما په تاسو کړې ده هغه عبث لاړه شى.</verse>
				<verse number="12">زما وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه زما په شان د شريعت نه آزاد کړئ ځکه چې زۀ هم ستاسو په شان جوړ شوے يم. تاسو ما سره کوم خراب سلوک نۀ دے کړے.</verse>
				<verse number="13">تاسو ته به ياد وى کوم زيرے چې ما تاسو ته اول اورولے وو په هغه وخت کښې زۀ بيمار وم.</verse>
				<verse number="14">اګر کۀ زما بيمارۍ تاسو په آزمېښت کښې واچولئ، نۀ خو تاسو زۀ سپک وګڼلم او نۀ مو رانه کرکه وکړه، بلکې زما هرکلے مو لکه د خُدائ پاک د فرښتې او لکه د عيسىٰ مسيح په شان وکړو.</verse>
				<verse number="15">زۀ د دې خبرې ګواهى ورکوم چې په هغه وخت کښې تاسو ما ته دومره خوشحاله وئ کۀ چرې دا ممکنه وه نو تاسو به د خوشحالۍ نه خپلې سترګې راويستې وې او ما له به مو راکړې وې خو اوس ستاسو هغه خوشحالى څۀ شوه؟</verse>
				<verse number="16">نو ولې زۀ تاسو ته د حق وئيلو په وجه اوس ستاسو دشمن شوم؟</verse>
				<verse number="17">هغوئ تاسو سره دوستانه کول غواړى خو د نېک مقصد دپاره نه، بلکې هغوئ دا غواړى چې تاسو زما نه جدا کړى د دې دپاره چې تاسو د هغوئ د دوستانې محتاجه شئ.</verse>
				<verse number="18">دا ښۀ خبره ده چې په نېک کار کښې هر وخت د دوست جوړولو کوشش وکړے شى، نۀ صرف هغه وخت چې کله زۀ تاسو سره موجود يم.</verse>
				<verse number="19">زما ګرانو بچو، زۀ بيا ستاسو دپاره لکه د ماشوم د پېدا کېدو په درد آخته يم، ترڅو چې تاسو د مسيح په شان شوى نۀ يئ.</verse>
				<verse number="20">زما دا خواهش دے چې زۀ اوس تاسو سره موجود وے، او خپل د خبرو انداز مې بدل کړے وے ځکه چې زۀ ستاسو په حقله پرېشانه يم.</verse>
				<verse number="21">تاسو څوک چې د شريعت تابعدارى کول غواړئ، ما ته دا ووايئ چې ولې تاسو په هغه خبره نۀ پوهېږئ څۀ چې شريعت وائى؟</verse>
				<verse number="22">نو دا ليکلے شوى دى چې د اِبراهيم دوه زامن وُو، يو د وينځې نه او بل د آزادې ښځې نه وو.</verse>
				<verse number="23">د وينځې زوئ په عام طور پېدا شو، او د آزادې ښځې زوئ د خُدائ پاک د وعدې په مطابق پېدا شو.</verse>
				<verse number="24">کۀ چرې مونږ په دې مثال پوهه شُو، دا دواړه ښځې د خُدائ پاک هغه دوه لوظونه ښکاره کوى. اوله ښځه چې هاجِره نوميږى چې هغه د سينا د غرۀ په مثال ده چرته چې خلقو ته شريعت مِلاو شو او هغه يې غلامان کړل.</verse>
				<verse number="25">هاجِره په عربو کښې د سينا د غرۀ په مثال ده او څوک چې د موجوده يروشلم ښار په شان ده، ځکه چې د خپلو اولادونو سره په غلامۍ کښې ژوند کوى.</verse>
				<verse number="26">خو هغه بله ښځه ساره د آسمانى يروشلم په شان ده، هغه آزاده ښځه ده، او هغه زمونږ مور ده.</verse>
				<verse number="27">ځکه چې په صحيفو کښې دا ليکلى دى چې، ”اے شنډې ښځې، خوشحالى وکړه، تا چې کله هم بچى نۀ دى راوړى او تا چې د ماشوم د راوړو درد نۀ دے تير کړے. نو تۀ د خوشحالۍ نه چغې ووهه، ځکه چې شنډه ښځه به د هغې ښځې نه زيات بچى راوړى څوک چې وادۀ شوې وى.“</verse>
				<verse number="28">نو ملګرو، اوس تاسو د اِسحاق په شان د خُدائ پاک د وعدې بچى يئ.</verse>
				<verse number="29">خو څنګه چې په هغه ورځو کښې په عام طور پېدا شوى زوئ د خُدائ پاک د روح په قدرت سره پېدا شوى زوئ وزورولو، نو هم هغه شان خبره اوس هم ده.</verse>
				<verse number="30">خو صحيفې څۀ وائى چې، ”وينځه او د هغې زوئ وشړئ ځکه چې د وينځې زوئ به د آزادې ښځې د زوئ په ميراث کښې شريک نۀ وى.“</verse>
				<verse number="31">نو په دې وجه زما وروڼو او خوېندو، مونږ او تاسو اوس د وينځې بچى نۀ يُو، بلکې د آزادې ښځې بچى يُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">مسيح مونږ د آزاد اوسېدلو دپاره آزاد کړى يُو. نو بيا په دې آزادۍ کښې قائم پاتې شئ، او په خپله غاړه د غلامۍ جغ بيا مۀ ږدئ.</verse>
				<verse number="2">ما ته غوږ شئ، زۀ پولوس تاسو ته دا وايم، کۀ چرې تاسو خپل ځان ته سنت د خلاصون ذريعه ګڼئ نو بيا تاسو ته د مسيح هيڅ فائده نشته.</verse>
				<verse number="3">زۀ به يو ځل بيا هر يو کس ته دا په تاکيد سره ووايم، کۀ څوک خپل ځان سنت کړى نو هغه به بيا ضرور د شريعت په ټولو حکمونو پوره عمل کوى.</verse>
				<verse number="4">ځکه کۀ تاسو په شريعت د عمل کولو په وسيله خپل ځان صادق کول غواړئ، نو په دې تاسو د مسيح سره خپل تعلق ختم کړو او د خُدائ پاک د فضل نه محروم پاتې شوئ.</verse>
				<verse number="5">خو مونږ څوک چې په روحُ القُدس کښې ژوند کوُو، په ايمان سره د هغه صداقت، کوم چې خُدائ پاک راسره وعده کړې ده، ډېر په اُميد سره انتظار کوُو.</verse>
				<verse number="6">ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.</verse>
				<verse number="7">تاسو خو ښۀ منډه وهله، نو بيا تاسو چا د حق د تابعدارۍ نه منع کړئ؟</verse>
				<verse number="8">دا رنګ لمسون د خُدائ پاک د طرف نه نۀ دے، چا چې تاسو آزادۍ ته رابللى يئ.</verse>
				<verse number="9">نو دا ياد ساتئ چې لږه خمبيره ټول اخښلى اوړۀ خمبيره کوى.</verse>
				<verse number="10">زما په تاسو په مالِک کښې دا پوره باور دے چې تاسو به بل غلط تعليم نۀ منئ. خو خُدائ پاک به داسې کس ته سزا ورکړى، څوک چې تاسو ګمراه کوى، کۀ هغه هر څوک هم وى.</verse>
				<verse number="11">خو زما وروڼو او خوېندو، ترڅو چې زما خبره ده کۀ زۀ تر اوسه د سنتېدلو پېغام ورکوم چې داسې کول ضرورى دى، نو بيا زۀ ولې تر اوسه زورَولے کېږم؟ کۀ ما د مسيح د سولۍ په وسيله د خلاصون تعليم نۀ وے ورکړے، نو څوک به هم خفه شوى نۀ وو.</verse>
				<verse number="12">زۀ غواړم چې هغه څوک چې تاسو د سنتولو په تعليم پرېشانه کوى هغوئ دې نۀ يواځې دا چې خپل ځانونه سنت کړى بلکې خصيان دې هم کړى.</verse>
				<verse number="13">زما وروڼو او خوېندو، تاسو د آزادۍ دپاره رابللى شوى يئ. خو دا آزادى د ګناه د فطرت دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د زړۀ نه د يو بل خِدمت کوئ.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې د ټول شريعت خلاصه صرف په دې يو حُکم کښې ده چې، ”تاسو د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“</verse>
				<verse number="15">خو کۀ چرې تاسو د يو بل وينې څښئ او جنګونه کوئ نو خبردار شئ چې په داسې کولو به يو بل برباد کړئ.</verse>
				<verse number="16">نو زۀ دا وايم کۀ تاسو خپل ژوند د روحُ القُدس په مطابق تېروئ نو بيا به د ګناه فطرت په خپله پرېږدئ.</verse>
				<verse number="17">ځکه څۀ چې زمونږ د ګناه فطرت غواړى هغه د خُدائ پاک د روح خلاف دے، او څۀ چې د خُدائ پاک روح غواړى هغه د ګناه د فطرت خلاف دے، نو دا په خپلو کښې د يو بل خلاف دى، نو په دې وجه تاسو چې څۀ کول غواړئ هغه نۀ شئ کولے.</verse>
				<verse number="18">خو کۀ چرې تاسو د خُدائ پاک د روح په هدايت روان يئ نو تاسو د شريعت پابند نۀ يئ.</verse>
				<verse number="19">نو د ګناه د فطرت کارونه خو ښکاره دى، يعنې زنا، ناپاکى، عياشى،</verse>
				<verse number="20">بُت پرستى، جادوګرى، دشمنى، جګړې، کينه، بار بار غصه، خود غرضى، فتنې، پارټى بازى،</verse>
				<verse number="21">بُغض، نشې، مستى او د دې په شان نور ګناهونه. زۀ تاسو ته بيا خبردارے درکوم لکه څنګه چې ما تاسو ته وړاندې درکړے وو، هغه څوک چې داسې کارونه کوى نو هغوئ به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى.</verse>
				<verse number="22">خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى،</verse>
				<verse number="23">نرمى او پرهيزګارى ده. يو شريعت هم د داسې کارونو خلاف نۀ دے.</verse>
				<verse number="24">او څوک چې د عيسىٰ مسيح دى نو هغوئ د خپل د ګناه د فطرت ټول شوقونه او خواهشونه په سولۍ کړى دى.</verse>
				<verse number="25">نو چې مونږ د خُدائ پاک د روح په مطابق اوسيږو، نو بيا مونږ ته د خُدائ پاک د روح د هدايت په مطابق ژوند تېرول په کار دى.</verse>
				<verse number="26">نو مونږ دې بې‌ځايه فخر نۀ کوُو، او نۀ دې يو بل راپاروو او نۀ دې د يو بل نه سوزو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">اے وروڼو او خوېندو، کۀ چرې يو کس په څۀ نافرمانۍ کښې ګېر شى نو تاسو چې د روحُ القُدس په هدايت روان يئ هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته واپس راواړوئ. او د خپل ځان خيال ساتئ هسې نه چې تاسو هم په آزمېښت کښې پرېوځئ.</verse>
				<verse number="2">تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ.</verse>
				<verse number="3">کۀ څوک خپل ځان ډېر غټ ګڼى او په حقيقت کښې څۀ هم نۀ وى، نو هغوئ خپل ځان له دوکه ورکوى.</verse>
				<verse number="4">هر څوک دې خپل عمل په خپله وآزمائى، نو بيا دې هغه په خپل ځان فخر کوى، نو دغه شان به ورته د بل چا سره د ځان برابرولو ضرورت نۀ وى.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې هر څوک به خپل بوج په خپله اوچتوى.</verse>
				<verse number="6">د خُدائ پاک د کلام تعليم چې څوک زده کوى هغوئ دې خپل اُستاذ سره مدد کوى او په ټولو ښۀ څيزونو کښې دې هغه د ځان سره شريکوى.</verse>
				<verse number="7">خپل ځان له دوکه مۀ ورکوئ، څوک هم د خُدائ پاک پورې ټوقې نۀ شى کولے، ځکه څوک چې څۀ کَرى هغه به رېبى.</verse>
				<verse number="8">څوک چې د خپلې ګناه د فطرت په مطابق څۀ وکَرى نو هغوئ به د تباه کېدو فصل وريبى، او څوک چې د روحُ القُدس د خوشحالولو په مطابق ژوند وکړى نو هغوئ به د روحُ القُدس نه د ابدى ژوند فصل وريبى.</verse>
				<verse number="9">نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو.</verse>
				<verse number="10">ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.</verse>
				<verse number="11">وګورئ، زۀ تاسو ته په خپل لاس سره څومره په غټو غټو ټکو ليکم.</verse>
				<verse number="12">کوم خلق چې تاسو په دې سنتېدو مجبوروى، هغوئ د نورو خلقو په وړاندې صرف خپل عزت غواړى. او هغوئ دا نۀ غواړى چې د هغه تعليم په وجه وزورَولے شى په کوم کښې چې دا وائى چې د مسيح سولۍ صرف د خلاصون وسيله ده.</verse>
				<verse number="13">ځکه هغه څوک چې سنت شوى دى په خپله په شريعت عمل نۀ کوى، خو هغوئ ستاسو سنتېدل صرف د دې دپاره غواړى چې هغوئ ستاسو په دې عمل فخر وکړى.</verse>
				<verse number="14">خو خُدائ دې نۀ کړى چې زۀ بې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د سولۍ نه په بل څۀ فخر وکړم، د چا د صليب په وجه دُنيا زما دپاره په سولۍ شوه او زۀ د دُنيا دپاره په سولۍ شوم.</verse>
				<verse number="15">ځکه چې د سنتېدو او ناسنتېدو څۀ اهميت نشته، بلکې اهم کار نوے خلقت دے.</verse>
				<verse number="16">د خُدائ پاک سلامتى او رحم دې په هغه چا وى څوک چې د دې قانون په مطابق ژوند تېروى، او هم دې د خُدائ پاک په خپلو ايماندارانو خلقو وى.</verse>
				<verse number="17">د دې نه پس څوک مۀ پرېږدئ چې ما ته په دې خبرو تکليف راکړى ځکه چې ما په خپل بدن د عيسىٰ د داغونو نښې لګولې دى.</verse>
				<verse number="18">زما وروڼو او خوېندو، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى، آمين.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="49">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے. زۀ دا خط مقدسينو ته او د عيسىٰ مسيح وفادارو مريدانو ته چې په اِفِسوس کښې دى ليکم.</verse>
				<verse number="2">خُدائ پاک زمونږ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو له فضل او سلامتى درکړى.</verse>
				<verse number="3">ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې هغۀ مونږ په خپله مينه کښې د دُنيا د پېدايښت نه مخکښې په مسيح کښې خوښ کړُو چې مونږ د هغۀ په نظر کښې پاک او بې‌داغه شُو.</verse>
				<verse number="5">هغۀ مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو چې د عيسىٰ مسيح په وسيله د هغۀ بچى شُو. او په هم دې کښې د هغۀ مرضى او خوشحالى وه،</verse>
				<verse number="6">ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده.</verse>
				<verse number="7">په هغۀ کښې مونږ ته د هغۀ د وينې په وسيله خلاصون، يعنې د ګناهونو معافى، د خُدائ پاک د پراخه فضل په مطابق حاصله ده،</verse>
				<verse number="8">چې هغۀ په ټول حِکمت او پوهه په مونږ خپله زياته مينه نازله کړه.</verse>
				<verse number="9">خُدائ پاک مونږ ته د عيسىٰ مسيح په حقله خپله پټه منصوبه څرګنده کړه، هغه منصوبه چې د هغۀ خوښه وه او چې په کښې خپله نېکه اراده پوره کړى.</verse>
				<verse number="10">هغه منصوبه دا ده چې په صحيح وخت کښې به هغه ټول څيزونه کۀ په آسمان کښې وى او کۀ په زمکه وى د مسيح د واک او اختيار لاندې راجمع کړى.</verse>
				<verse number="11">مونږ چې اوس د مسيح په يووالى کښې شريک يُو، نو په دې وجه مونږ ته د خُدائ پاک نه ميراث مِلاو شوے دے، هغۀ په خپله مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو. او د هر څيز نه هغه د خپلې منصوبې په مطابق کار اخلى.</verse>
				<verse number="12">نو بيا چې مونږ په مسيح اول ايمان راوړے وو نو د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د هغۀ د ستائنې او جلال سبب شُو.</verse>
				<verse number="13">نو تاسو چې حقيقت واورېدو يعنې د خلاصون زيرے چې تاسو پرې په مسيح ايمان راوړو، نو هغۀ په تاسو د خپلې هغه وعدې په مطابق چې پخوا يې کړې وه د روحُ القُدس مُهر ولګولو او خپل يې کړئ.</verse>
				<verse number="14">هم دغه روح د خُدائ پاک د خوا نه مونږ سره د هغه ميراث ضمانت دے د کوم چې يې مونږ سره وعده کړې ده او هغۀ مونږ په بيعه واخستو، چې د خُدائ پاک خپل خلق شُو، د دې دپاره چې د هغۀ ثناء صِفت او جلال بيان کړُو.</verse>
				<verse number="15">نو د کله نه چې زۀ ستاسو د هغه ايمان نه چې په مالِک عيسىٰ مو دے، او د هغې مينې نه چې د ټولو مقدسينو سره يې ساتئ خبر شوم،</verse>
				<verse number="16">ما ستاسو دپاره شُکر کول نۀ دى پرېښى او همېشه تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوم.</verse>
				<verse number="17">زۀ دُعا کوم چې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح جلالى پلار خُدائ پاک دې تاسو ته د حکمت او پېژندګلو روح درکړى ترڅو چې تاسو د هغۀ په پېژندلو کښې ترقى وکړئ.</verse>
				<verse number="18">نو زۀ دُعا کوم چې ستاسو د زړۀ سترګې دې روښانه شى چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغۀ تاسو د څومره لوئ اُميد دپاره رابللى يئ، يعنې هغه شاندار ميراث له چې هغۀ د خپلو مقدسينو دپاره ساتلے دے څومره لوئ دولت دے،</verse>
				<verse number="19">او مونږ ايماندارانو دپاره د هغۀ لوئ قدرت څومره بې‌شانه دے. دا قدرت په مونږ کښې لکه د هغۀ د لوئ قوت کار کوى،</verse>
				<verse number="20">دا هم هغه قوت دے چې د کوم په وسيله چې خُدائ پاک مسيح د مړو نه بيا راژوندے کړو او خپل ښى لاس ته يې په آسمان کښې کښېنولو.</verse>
				<verse number="21">هلته يې مسيح د هر قسم حکومت او اختيار او قدرت او رياست او د هر يو نوم نه زيات اوچت کړو کوم چې به نۀ تش په دې دُنيا کښې بلکې په راتلونکې دُنيا کښې هم اوچت وى.</verse>
				<verse number="22">او خُدائ پاک هر څۀ د مسيح د پښو لاندې کړل او هغه يې د جماعت په ټولو څيزونو سردار جوړ کړو،</verse>
				<verse number="23">او جماعت د مسيح بدن دے. او د مسيح نه پوره معمورتيا حاصلوى او هم دې وخت کښې ټول کائنات د خپل حضور نه ډکوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">تاسو هم د خپلو نافرمانو او ګناهونو په وجه مړۀ وئ،</verse>
				<verse number="2">ځکه چې تاسو هم پخوا د دې دُنيا په کږو لارو روان وئ، او د پيريانو د سردار، يعنې هغه روح پسې تلئ کوم چې اوس په نافرمانو بچو کښې کار کوى.</verse>
				<verse number="3">يو وخت مونږ هم دغه شان د خپل وجود د خواهشونو په مطابق ژوند تېرولو او د ګناه د فطرت مرضى مو پوره کوله، او مونږ هم لکه د نورو په شان په فطرى توګه د خُدائ پاک د غضب د لاندې وُو.</verse>
				<verse number="4">خو خُدائ پاک چې په رحم غنى دے هغۀ د خپلې لوئې مينې په وجه مونږ سره ډېره مينه وکړه.</verse>
				<verse number="5">تر دې پورې کله چې مونږ د نافرمانو په وجه مړۀ وُو نو هغۀ مونږ د مسيح سره بيا راژوندى کړُو. او د فضل په وسيله تاسو خلاصون بياموندو.</verse>
				<verse number="6">خُدائ پاک مونږ د عيسىٰ مسيح سره د مړو نه راوچت کړُو او په آسمان کښې يې د هغۀ سره په تخت کښېنولو، ځکه چې مونږ د مسيح سره يو شوى يُو.</verse>
				<verse number="7">نو خُدائ پاک په ټولو راتلونکو زمانو کښې هغه خپل بې‌اندازې لوئ فضل چې مونږ ته يې راکوى د عيسىٰ مسيح په وسيله به يې مونږ ته په خپل رحم کښې راښکاره کړى.</verse>
				<verse number="8">ځکه چې خُدائ پاک د خپل فضل په سبب تاسو له د ايمان په وجه خلاصون درکړو، او دا ستاسو خپل کار نۀ وو، بلکې دا د خُدائ پاک د خوا نه انعام دے.</verse>
				<verse number="9">خلاصون زمونږ د نېک عمل اجر نۀ دے نو په مونږ کښې دې څوک هم په خپل عمل فخر ونۀ کړى.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.</verse>
				<verse number="11">نو بيا دا خبره مۀ هېروئ چې يو وخت تاسو غېر‌يهوديان هم بې‌خُدايه ګڼلے شوئ. او يهوديانو به تاسو ته ناسنته او د کافر آواز کولو، اګر چې دې سنت صرف د هغوئ بدن متاثره کړے وو.</verse>
				<verse number="12">نو بيا تاسو په هغه زمانه کښې د مسيح نه جدا وئ، او تاسو د بنى اِسرائيلو د قوميت نه بهر وئ، او تاسو د تړون د وعدې نه ناخبره وئ کومه چې خُدائ پاک د هغوئ سره کړې وه. او په دُنيا کښې مو نا اُميده او بې‌خُدايه ژوند کولو.</verse>
				<verse number="13">خو اوس تاسو د عيسىٰ مسيح سره يو شوى يئ. تاسو يو وخت د خُدائ پاک نه لرى وئ، خو اوس د مسيح د وينې په وسيله د هغۀ سره نزدې شوى يئ.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې مسيح په خپله زمونږ صُلح وکړه. هغۀ يهوديان او غېر‌يهوديان د خپل بدن په وسيله په سولۍ يو ځائ کړل، او د دشمنۍ هغه دېوال يې ونړولو کوم چې مونږ جدا کړى وُو.</verse>
				<verse number="15">هغۀ شريعت سره د دې د حکمونو او قانون منسوخ کړو. هغۀ په خپل ځان کښې د يهوديانو او غېر‌يهوديانو دوه قبيلې يو او نوے خلقت کړل او صُلح يې په کښې راوسته.</verse>
				<verse number="16">په سولۍ باندې مسيح د خپل مرګ په وسيله دواړه قبيلې په خپل بدن کښې يو کړې او د خُدائ پاک سره يې پخلا کړې، او کومه دشمنى چې يې په خپلو کښې کوله هغه يې د مرګ تيارو ته وغورزوله.</verse>
				<verse number="17">هغۀ دا د صُلحې زيرے تاسو غېر‌يهوديانو ته څوک چې لرى وئ او يهوديانو ته چې نزدې وُو واورولو.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو.</verse>
				<verse number="19">نو اوس بيا تاسو نور پردى او مسافر نۀ يئ بلکې د مقدسينو هم مُلک او د خُدائ پاک د خاندان کسان يئ</verse>
				<verse number="20">نو تاسو د رسولانو او نبيانو په بنياد ودان کړے شوى يئ چې عيسىٰ مسيح يې په خپله د ګوټ سر کاڼے دے.</verse>
				<verse number="21">په هغۀ کښې د عمارت ټولې برخې رايوځائ کيږى او ترې نه د مالِک مقدس کور جوړيږى.</verse>
				<verse number="22">نو تاسو هم د هغۀ په يووالى کښې د نورو سره د خُدائ پاک يو داسې کور جوړوئ چې په کوم کښې خُدائ پاک د خپل روح په وسيله اوسيږى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">هم دا وجه ده چې زۀ پولوس چې ستاسو غېر‌يهوديانو د خاطره د عيسىٰ مسيح قېدى يم تاسو ته دُعا کوم.</verse>
				<verse number="2">ضرور به تاسو د خُدائ پاک د هغه فضل د ذمه وارۍ په حقله کوم چې ستاسو دپاره ما ته راکړے شوے دے اورېدلې وى.</verse>
				<verse number="3">لکه څنګه چې ما تاسو ته مخکښې په لنډه توګه وليکل دا هغه راز دے چې خُدائ پاک په خپله د الهام په وسيله ما ته وښودلو.</verse>
				<verse number="4">ما چې تاسو ته څۀ ليکلى دى کله چې تاسو هغه وايئ نو په دې به پوهه شئ چې ما ته د مسيح د پټ راز څومره عِلم دے.</verse>
				<verse number="5">هغه راز دا دے چې په تېرو زمانو کښې بنى آدمو ته دغه شان نۀ وو ښکاره شوے څنګه چې دا راز اوس پاکو رسولانو او نبيانو ته د روحُ القُدس په وسيله ښکاره کړے شو.</verse>
				<verse number="6">او هغه راز دا دے چې کومو يهوديانو او غېر‌يهوديانو چې په زېرى ايمان راوړے وى هغوئ دواړه د خُدائ پاک په ميراث کښې برابر شريک دى، او دوئ د يو بدن اندامونه دى، او دواړه د عيسىٰ مسيح په وسيله د برکت په وعدې کښې شريک دى.</verse>
				<verse number="7">ما ته د خُدائ پاک په فضل او لوئ قدرت سره د زيرى د اورولو د خِدمت حق راکړے شوے دے.</verse>
				<verse number="8">اګر کۀ زۀ په ټولو مقدسينو کښې د ټولو ورکوټو نه ورکوټے يم، خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د مسيح د بې‌اندازې دولت زيرے ورکړم،</verse>
				<verse number="9">او چې هغه پټ راز ټولو خلقو ته ښکاره کړم کوم چې خُدائ پاک، د ټولو څيزونو خالق د ازل نه پټ ساتلے وو.</verse>
				<verse number="10">په دې هر څۀ کښې د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د جماعت په وسيله خپل هر قسمه حکمت هغه ناليدونکو حاکمانو او د واک خاوندانو ته چې په آسمانى ځايونو کښې دى ښکاره کړى.</verse>
				<verse number="11">دا د هغه ابدى ارادې په مطابق وو کومه چې هغۀ زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې پوره کړو.</verse>
				<verse number="12">نو مونږ په مسيح کښې او په هغۀ د ايمان په وسيله په زړۀ ورتيا او په ډاډ سره د خُدائ پاک په مخکښې حاضرېدے شُو.</verse>
				<verse number="13">نو زۀ تاسو ته خواست کوم چې زما د مصيبتونو په ليدو سره مۀ بې‌زړۀ کېږئ. ځکه زۀ دا ستاسو دپاره برداشت کوم، او دا دې ستاسو د عزت باعث وى.</verse>
				<verse number="14">په هم دې وجه زۀ د پلار په وړاندې دُعا کوم،</verse>
				<verse number="15">د چا نه چې په آسمان او زمکه کښې هر قوم خپل حقيقى نوم مومى،</verse>
				<verse number="16">زۀ دُعا کوم چې هغه د خپل لوئ جلال په مطابق تاسو ته هغه څۀ درکړى چې تاسو په خپل باطنى انسانيت کښې د هغۀ د روح په وسيله ډېر قوى شئ.</verse>
				<verse number="17">نو چې بيا د ايمان په وسيله مسيح ستاسو په زړونو کښې واوسيږى، او زما دا دُعا ده چې د خُدائ پاک په مينه کښې ستاسو جرړې مضبوطې شى.</verse>
				<verse number="18">او زۀ دُعا کوم چې تاسو سره هم دا قدرت راشى چې د ټولو مقدسينو سره يو ځائ پوهه شئ چې د مسيح د مينې پلنوالے، اوږدوالے، اوچتوالے او ژوروالے څومره دے.</verse>
				<verse number="19">او چې د مسيح په هغه مينه پوهه شئ چې د پوهې نه بهر ده، او چې تاسو د خُدائ پاک د پوره معمورۍ نه ډک شئ.</verse>
				<verse number="20">د خُدائ پاک جلال دې وى څوک چې قادر دے او د هغه قدرت په وسيله چې په مونږ کښې کار کوى هغه زمونږ د منت او خيال نه ډېر زيات کار کولے شى،</verse>
				<verse number="21">هغۀ ته دې په جماعت کښې او په عيسىٰ مسيح کښې د تل دپاره نسل در نسل جلال وى. آمين.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">نو زۀ چې د مالِک د خاطره قېدى يم، په تاسو زور راوړم چې هغه شان نېک ژوند تېروئ د کوم دپاره چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ.</verse>
				<verse number="2">په پوره عاجزۍ، نرمۍ، صبر او په مينې سره يو بل زغمئ.</verse>
				<verse number="3">پوره کوشش کوئ چې په خپلو کښې د روحُ القُدس يووالے د سلامتۍ د تړون په وسيله قائم وساتئ.</verse>
				<verse number="4">بدن هم يو دے او روحُ القُدس هم يو دے او دغه شان تاسو هم د يو اُميد دپاره رابللے شوى وئ.</verse>
				<verse number="5">يو مالِک دے، يو ايمان، يوه بپتسمه ده،</verse>
				<verse number="6">او واحد خُدائ پاک، چې د ټولو اېک يو پلار دے، څوک چې د ټولو دپاسه، او د ټولو په وسيله کار کوى او په ټولو کښې موجود دے.</verse>
				<verse number="7">خو مونږ هر يو ته د مسيح د سخاوت په مطابق نعمتونه راکړے شوى دى.</verse>
				<verse number="8">هم دغه وجه ده چې کلام دا فرمائى چې، ”کله چې هغه بره لاړو قېديان يې د ځان سره بوتلل، او خلقو له يې تحفې ورکړې.“</verse>
				<verse number="9">د هغۀ د بره ختلو نه څۀ مطلب دے بې له دې نه چې هغه د زمکې ښکته برخې ته هم کوز شوے وو.</verse>
				<verse number="10">او هغه څوک چې ښکته راکوز شو هم هغه د ټولو آسمانونو نه بره وختو، د دې دپاره چې ټول کائنات د خپل حضور نه ډک کړى.</verse>
				<verse number="11">دا هم هغه هستى وه چې نعمتونه يې خلقو له ورکړل چې څوک به رسولان، څوک به نبيان، او څوک به د زيرى اورونکى، او څوک به د ايماندارانو شپونکى، او څوک به اُستاذان وى.</verse>
				<verse number="12">د هغوئ ذمه وارى دا ده چې مقدسين د خِدمت دپاره تيار کړى او د مسيح بدن له وده ورکړى،</verse>
				<verse number="13">ترڅو مونږ ټول په ايمان راوړلو کښې يو شُو او د خُدائ پاک زوئ په ښۀ شان وپېژنو، او ايمان کښې بالغان شُو، او د مسيح پوره کاملېدو ته ورسيږو.</verse>
				<verse number="14">نو په کار نۀ دے چې مونږ دې نور ماشومان پاتې شُو. او نۀ دې مونږ د نوى تعليماتو په وجه اخوا دېخوا کيږُو او نۀ به نور د خلقو د مکارۍ، چالاکۍ او ټګۍ په منصوبو سره ګمراه شُو.</verse>
				<verse number="15">نو د دې په ځائ مونږ ته په مينه کښې حقيقت وئيل په کار دى، او په مسيح کښې به وده وکړُو، څوک چې زمونږ سر دے.</verse>
				<verse number="16">هغه په خپله ټول بدن په کاملې طريقې سره يو ځائ کوى، چې دغه شان هره حِصه خپل خاص کار سر ته رسوى، او د بدن د نورو حِصو سره په ترقۍ کولو کښې مدد کوى، د دې دپاره چې ټول بدن صحتمند او پوره په مينې سره وده وکړى.</verse>
				<verse number="17">نو زۀ تاسو ته په مالِک کښې په سختۍ سره دا خبره کوم چې تاسو نور د غېر‌يهوديانو په شان مۀ اوسېږئ، لکه څنګه چې هغوئ په خپلو باطلو خيالاتو کښې اوسى.</verse>
				<verse number="18">هغوئ د خپلو سوچونو په تيارو کښې ډوب شوى دى او کوم ژوند چې خُدائ پاک ورکوى نو د جاهليت او د هغوئ د زړونو د سختوالى په وجه هغوئ د هغې نه لرې شوى دى.</verse>
				<verse number="19">هغوئ نۀ شرميږى او خپل ځانونه يې په شهوت پرستۍ، او په هر قسم ګنده کارونو پسې ليونى کړل.</verse>
				<verse number="20">خو دا هغه طريقه نۀ ده کومه چې تاسو د مسيح په حقله زده کړې ده.</verse>
				<verse number="21">د کله نه چې تاسو د عيسىٰ په حقله اورېدلى دى او هغه حقيقت مو زده کړے دے کوم چې د هغۀ نه راځى،</verse>
				<verse number="22">نو خپل زوړ د ګناه فطرت او پخوانۍ د ژوند تېرولو طريقې پرېږدئ کوم چې په دوکه او شهوت پرستۍ خرابې شوې وې.</verse>
				<verse number="23">نو روحُ القُدس ته د خپل سوچ او اخلاق نوى کولو اجازت ورکړئ</verse>
				<verse number="24">او خپل ځان په نوى انسانيت کښې ونغاړئ کوم چې په حقيقى صداقت او پاکوالى کښې د خُدائ پاک په صورت جوړ شوى دى.</verse>
				<verse number="25">نو بيا تاسو هر يو کس دروغ وئيل پرېږدئ او د خپل ګاونډى سره رښتيا وايئ ځکه چې مونږ ټول د يو بدن اندامونه يُو.</verse>
				<verse number="26">د غصې په وخت کښې ګناه مۀ کوئ او خپله غصه د نمر د پرېوتو نه اخوا مۀ پرېږدئ،</verse>
				<verse number="27">او په داسې کولو اِبليس له موقع مۀ ورکوئ.</verse>
				<verse number="28">پس د دې نه دې غلۀ نوره غلا ونۀ کړى بلکې په خپلو لاسونو دې په محنت او ايماندارۍ سره کار وکړى، نو چې د هغوئ سره هم حاجتمندو ته د ورکولو دپاره څۀ وى.</verse>
				<verse number="29">خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ. کومه خبره چې کوئ چې هغه نېکه او چې د نورو دپاره مدد کوونکى وى، نو څوک چې ستاسو خبرې واورى چې د هغوئ د جوړولو دپاره د ډاډ او برکت باعث وى.</verse>
				<verse number="30">او د خپل ژوند په طريقو د خُدائ پاک روحُ القُدس مۀ خفه کوئ، د کوم په وسيله چې هغۀ تاسو خپل کړى يئ او د خلاصون د ورځ دپاره يې په تاسو مُهر لګولے دے.</verse>
				<verse number="31">د خپل ځان نه هر قِسم تريخوالے، قهر، غضب، کنځلې، غېبت، بد خواهش اخوا کړئ.</verse>
				<verse number="32">نو د دې په ځائ په خپلو کښې په يو بل رحم کوئ او نرمى اختياروئ، او تاسو يو بل معاف کوئ، لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">لکه د خُدائ پاک د ګرانو بچو په شان، نو هغه د خپل ژوند مثال وګرځوئ.</verse>
				<verse number="2">او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.</verse>
				<verse number="3">خو ستاسو په مينځ کښې دې د زناکارۍ، يا د څۀ قِسم ناپاکۍ، يا لالچ ذکر قدرې هم نۀ وى، ځکه چې دا د خُدائ پاک د مقدسينو دپاره مناسب نۀ دى.</verse>
				<verse number="4">دغه شان بې‌حيا، پليتې خبرې او ګنده ټوقې مۀ کوئ، ځکه چې دا بې‌ځايه خبرې دى. د دې په ځائ د خُدائ پاک شُکر ادا کوئ.</verse>
				<verse number="5">نو تاسو په دې يقين ساتئ چې د حرام کار، ناپاک، يا حرصناک انسان چې د بُت پرست په مثال دے، نو د هغۀ د مسيح او د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې هيڅ ميراث نشته.</verse>
				<verse number="6">تاسو دې څوک هم په تشو خبرو دوکه نۀ کړى، ځکه چې هم د دې څيزونو په وجه د خُدائ پاک غضب په هغوئ نازليږى څوک چې نافرمانه وى.</verse>
				<verse number="7">نو په دې وجه د هغوئ سره په کارونو کښې مۀ شريک کېږئ،</verse>
				<verse number="8">ځکه چې پخوا تاسو په تيارۀ کښې وئ، خو اوس تاسو په خپله په مالِک نُور يئ. نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ.</verse>
				<verse number="9">ځکه کوم نُور چې په تاسو کښې دے هغه صرف د نېکۍ، صداقت او حقيقت مېوه نيسى.</verse>
				<verse number="10">او د دې خبرې پته ولګوئ چې مالِک په څۀ خوشحاليږى.</verse>
				<verse number="11">د تيارې په بې‌فائدې کارونو کښې حِصه مۀ اخلئ بلکې هغه رسوا کوئ.</verse>
				<verse number="12">ځکه چې د هغې ذکر کول هم د شرم خبره ده کوم کارونه چې نافرمانه خلق په پټه کوى.</verse>
				<verse number="13">خو چې په څۀ هم نُور وځليږى نو هغه راڅرګند شى.</verse>
				<verse number="14">نو چې نُور هر څيز راڅرګندوى نو ځکه دا وئيلے شوى دى چې، ”اے اودو، ويښ شئ، د مړو نه راپاڅئ. نو د مسيح نُور به په تاسو روښانه شى.“</verse>
				<verse number="15">نو بيا د خپل چال چلن ډېر خيال ساتئ. د کم عقلو په شان ژوند مۀ تېروئ، بلکې د هوښيارانو په شان ژوند تېروئ.</verse>
				<verse number="16">په دې ورځو کښې هره موقع د ښېګړې دپاره غنيمت وګڼئ ځکه چې زمانه بده ده.</verse>
				<verse number="17">نو ځکه کم عقل کېږئ مۀ بلکې په دې ځان پوهه کړئ چې د مالِک مرضى څۀ ده.</verse>
				<verse number="18">په شرابو مستېږئ مه ځکه چې د دې اَنجام عياشى ده، بلکې د دې په ځائ په روحُ القُدس معمور شئ.</verse>
				<verse number="19">په خپلو کښې يو بل سره زبورونه، حمدونه او روحانى سندرې وايئ، او په خپلو زړُونو کښې مالِک ته سندرې او سرودونه وايئ.</verse>
				<verse number="20">او د هر څۀ دپاره همېشه خُدائ پلار ته د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم شُکر ګزارى کوئ.</verse>
				<verse number="21">د مسيح د درناوى دپاره د يو بل تابعدارى کوئ.</verse>
				<verse number="22">اے ښځو، د خپلو خاوندانو داسې تابعدارى کوئ لکه څنګه چې تاسو د مالِک تابعدارى کوئ.</verse>
				<verse number="23">ځکه چې هر خاوند د خپلې ښځې سر دے لکه څنګه چې مسيح د خپل جماعت سر دے د کوم چې هغه بچ کوونکے دے.</verse>
				<verse number="24">نو لکه څنګه چې جماعت د مسيح تابع دے دغه شان دې ښځې هم په هره خبره کښې د خپلو خاوندانو تابع وى.</verse>
				<verse number="25">اے خاوندانو، د خپلو ښځو سره مينه کوئ، لکه څنګه چې مسيح د جماعت سره مينه کړې ده او خپل ځان يې د هغې دپاره قربان کړے دے</verse>
				<verse number="26">چې هغه مقدس او پاک کړى او چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله يې ووينځى.</verse>
				<verse number="27">او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې، او نۀ په کښې بل څۀ عېب وى، بلکې پاک او بې‌داغه وى.</verse>
				<verse number="28">هم دغه شان خاوندانو له په کار دى چې د خپلو ښځو سره داسې مينه وکړى لکه څنګه مينه چې د خپل بدن سره کوى. هر څوک چې د خپلې ښځې سره مينه کوى په حقيقت کښې هغه د خپل ځان سره مينه کوى.</verse>
				<verse number="29">ځکه چې څوک هم د خپل بدن نه نفرت نۀ کوى بلکې هغه د زړۀ د اخلاصه د دې پالنه کوى، لکه څنګه چې مسيح د جماعت پالنه کوى.</verse>
				<verse number="30">ځکه چې مونږ د هغۀ د بدن اندامونه يُو.</verse>
				<verse number="31">”په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دا دواړه به يو بدن شى.“</verse>
				<verse number="32">دا يو لوئ راز دے خو زۀ يې د مسيح او جماعت په حقله وايم.</verse>
				<verse number="33">بهرحال تاسو هر يو دې هم د خپلې ښځې سره د خپل ځان په شان مينه کوى، او ښځه دې هم د خپل خاوند عزت کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">اے بچو، په مالِک کښې د خپل مور او پلار حُکم منئ ځکه چې دا نېک کار دے.</verse>
				<verse number="2">”د خپل مور او پلار عزت کوئ.“ ځکه چې دا اولنے حُکم دے چې په کښې دا وعده شوې ده چې،</verse>
				<verse number="3">”تۀ به خوشحاله او دُنيا کښې به دې عمر ډېر وى.“</verse>
				<verse number="4">او اے پلارانو، تاسو خپلو بچو له غصه مۀ ورولئ بلکې د هغوئ تربيت، نصيحت او پالنه د مالِک په طريقه کوئ.</verse>
				<verse number="5">اے غلامانو، د خپلو مالِکانو تابعدارى په يره او عزت او صفا زړۀ سره کوئ، دغه شان لکه څنګه چې د مسيح تابعدارى کوئ.</verse>
				<verse number="6">تل د هغوئ د خوشحالولو کوشش کوئ، نۀ صرف په هغه وخت کله چې هغوئ تاسو ته ګورى، بلکې د مسيح د غلامانو په توګه د زړۀ د اخلاصه د خُدائ پاک رضا پوره کوئ.</verse>
				<verse number="7">په شوق سره خِدمت کوئ داسې لکه چې د خلقو نه بلکې لکه چې د مالِک خدمت کوئ.</verse>
				<verse number="8">ځکه تاسو په دې پوهه شئ چې مالِک به مونږ هر يو له زمونږ د ښۀ کارونو اجر راکړى، هغه کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد يُو.</verse>
				<verse number="9">اے مالِکانو، تاسو هم د خپلو غلامانو سره داسې سلوک کوئ. هغوئ له دهمکى مۀ ورکوئ. ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو دواړو په آسمان کښې مالِک يو دے او هغه د چا طرفدارے هم نۀ کوى.</verse>
				<verse number="10">آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.</verse>
				<verse number="11">د خُدائ پاک په ټولو وسلو ځان سمبال کړئ نو چې تاسو د دې قابل شئ چې د اِبليس د منصوبو خلاف ټينګ ودرېږئ.</verse>
				<verse number="12">ځکه چې زمونږ جنګ د انسان خلاف نه بلکې د بدکارو حکمرانانو، د اختيار د مالِکانو، د دُنيا د تيارو د قوتونو خلاف او د شېطانى ارواح خلاف دے چې په آسمانى ځايونو کښې دى.</verse>
				<verse number="13">په دې وجه تاسو د خُدائ پاک په پوره وسلې ځان سمبال کړئ، نو چې تاسو د دې جوګه شئ چې په هغه بده ورځ د مقابلې دپاره ودرېږئ او ټول کارونه پوره کړئ او بيا هم قائم پاتې شئ.</verse>
				<verse number="14">نو ځکه مضبوط ودرېږئ او د حقيقت پېټۍ د ملا نه تاؤ کړئ او د صداقت زغره واغوندئ.</verse>
				<verse number="15">خپل پېزار د سلامتۍ زيرے خورولو دپاره په پښو کړئ.</verse>
				<verse number="16">او د دې ټولو سره د ايمان ډالونه هم پورته کړئ چې د هغې په وسيله به تاسو د شېطان د شغلو ټول غشى مړۀ کړئ.</verse>
				<verse number="17">او د خلاصون ټوپۍ او د روحُ القُدس تُوره راواخلئ کوم چې د خُدائ پاک کلام دے.</verse>
				<verse number="18">او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ، او بېدار اوسئ او د ټولو مقدسينو دپاره بې‌ناغې دُعا کوئ.</verse>
				<verse number="19">او زما دپاره هم دُعا کوئ چې کله زۀ خبرې کوم چې ما له داسې کلام راکړے شى چې زۀ پرې په زړۀ ورتيا سره د زيرى رازونه څرګند کړم</verse>
				<verse number="20">د کوم دپاره چې زۀ په زنځيرونو تړلے سفير يم. دُعا کوئ چې زۀ په داسې زړۀ ورتيا سره دا پېغام ورکړم څنګه چې په ما فرض دے.</verse>
				<verse number="21">نو تاسو ته به د دې هم پته ولګى چې زۀ څنګه يم، او څۀ کوم. تخيکوس چې خوږ ورور دے او د مالِک په کار کښې ايماندار خادِم دے، هغه به تاسو ته هر څۀ ووائى.</verse>
				<verse number="22">زۀ هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درلېږم چې تاسو زمونږ د حالت نه خبر شئ او چې هغه ستاسو زړونو ته ډاډګيرنه درکړى.</verse>
				<verse number="23">د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه، دې وروڼو ته سلامتى وى او په هغوئ کښې دې د ايمان مينه وى.</verse>
				<verse number="24">په هغوئ ټولو دې فضل وى څوک چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح سره نۀ ختمېدونکې مينه کوى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="50">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">دا خط د پولوس او تيموتيوس د طرف نه څوک چې د عيسىٰ مسيح خادِمان دى. زۀ دا د فيليپى هغه ټولو مقدسينو ته ليکم چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان دے سره د هغوئ د مشرانو او خادِمانو.</verse>
				<verse number="2">په تاسو دې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل او سلامتى وى.</verse>
				<verse number="3">ما ته چې هرکله تاسو راياد شئ نو زۀ د خپل خُدائ پاک شُکر وباسم.</verse>
				<verse number="4">او په هره يوه دُعا کښې چې زۀ يې ستاسو دپاره غواړم تل ډېر په خوشحالۍ تاسو ټولو دپاره خواست کوم،</verse>
				<verse number="5">ځکه چې تاسو د اولنۍ ورځې نه تر ننه پورې د زيرى په خورولو کښې ما سره شريک يئ.</verse>
				<verse number="6">زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى.</verse>
				<verse number="7">ځکه خو ما ته دا جائز دى چې زۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغه شان خيال وکړم دپاره د دې چې تاسو زما په زړۀ کښې يئ، او زما د قېد او د زيرى د دفاع او په تصديق کښې تاسو ټول ما سره د خُدائ پاک په فضل کښې شريک يئ.</verse>
				<verse number="8">خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ څومره د عيسىٰ مسيح په مينه کښې ستاسو ټولو د ليدلو خواهشمند يم.</verse>
				<verse number="9">او زۀ دا دُعا کوم چې ستاسو مينه دې د عِلم او پوره پوهې سره نوره هم زياته شى،</verse>
				<verse number="10">چې تاسو داسې فېصله وکړے شئ څۀ چې ښۀ وى او چې تاسو د مسيح د واپسۍ تر ورځې پاک او بې‌عېبه پاتې شئ.</verse>
				<verse number="11">او تاسو دې د صداقت مېوه ونيسئ کومه چې د عيسىٰ مسيح په وسيله ملاويږى او د خُدائ پاک جلال او ستائينه دې ښکاره شى.</verse>
				<verse number="12">اے وروڼو، زۀ غواړم چې تاسو په دې خبر شئ څۀ چې په ما تير شول په حقيقت کښې هم هغه د زيرى د خورولو سبب شُو،</verse>
				<verse number="13">تر دې چې د قيصر د قلعې ټولو محافظانو او نورو ټولو خلقو ته دا پته ولګېده چې زۀ د مسيح دپاره قېدى يم.</verse>
				<verse number="14">او په مالِک کښې زمونږ زيات وروڼه او خوېندې زما د قېدېدو په وجه زړَور شول او بې‌يرې د خُدائ پاک کلام په اورولو کښې زړۀ ورتيا ښکاره کوى.</verse>
				<verse number="15">ځينې د مسيح پېغام په حسد او د مخالفت په وجه خو ځينې يې په نېک نيتۍ سره بيانوى.</verse>
				<verse number="16">دوئ د مينې په وجه د مسيح پېغام ورکوى او په دې خبر دى چې زۀ د زيرى د دفاع دپاره دلته يم.</verse>
				<verse number="17">خو ځينې د مسيح دعوىٰ د خود غرضۍ په وجه کوى او د صفا زړۀ نه يې نۀ کوى، بلکې په دې اراده يې کوى چې په جيل کښې زما مصيبتونه نور هم زيات شى.</verse>
				<verse number="18">خو دا څۀ خبره نۀ ده، خو خاص خبره دا ده چې د مسيح پېغام ورکول دى هغه چې په هره طريقه وى، هغه کۀ په بهانه يا په صفا زړۀ، او هم په دې کولو زۀ خوشحالېږم. آو، او همېشه به خوشحاله شم.</verse>
				<verse number="19">نو زۀ په دې پوهېږم چې ستاسو د دُعاګانو په وجه او د عيسىٰ مسيح د روح مدد به زما د آزادۍ سبب شى.</verse>
				<verse number="20">ځکه خو دغه زما د زړۀ خواهش او اُميد دے چې زۀ په څۀ خبره کښې هم شرمنده نۀ شم، بلکې زۀ به د مسيح دپاره خپله زړۀ ورتيا جارى وساتم، لکه څنګه چې مخکښې وم. او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم.</verse>
				<verse number="21">مسيح زما دپاره ژوندون دے او مرګ زما دپاره ګټه ده.</verse>
				<verse number="22">خو کۀ زۀ ژوندے پاتې شم نو نور فائده مند به خدمت وکړے شم. نو زۀ نۀ شم وئيلے چې زما دپاره څۀ غوره دى.</verse>
				<verse number="23">زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده،</verse>
				<verse number="24">خو زما ژوندى پاتې کېدل ستاسو دپاره ډېر ضرورى دى.</verse>
				<verse number="25">او زما په دې يقين دے او زۀ پوهېږم چې ژوندے به پاتې شم، او زۀ به تاسو ټولو سره يم چې تاسو په ايمان کښې ترقى او خوشحالى وکړئ،</verse>
				<verse number="26">کله چې زۀ تاسو له بيا راشم، نو په عيسىٰ مسيح کښې به تاسو سره لا زيات د فخر کولو دليلونه وى کوم چې هغه زما په وسيله کوى.</verse>
				<verse number="27">صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى، نو بيا کۀ زۀ راشم او يا رانۀ شم، خو چې ستاسو په حقله دا واورم چې تاسو په يو روح کښې قائم يئ، او د اِنجيل د ايمان دپاره په يو زړۀ ښۀ خوارى کوئ.</verse>
				<verse number="28">او په هيڅ خبره کښې هم د خپلو مخالفينو نه مۀ يرېږئ، ځکه چې دا د هغوئ دپاره د تباهۍ نښه ده، خو ستاسو دپاره دا د خُدائ پاک د طرف نه خلاصون دے.</verse>
				<verse number="29">ځکه چې تاسو ته دا امتياز نۀ صرف په مسيح د ايمان په وجه درکړے شو، بلکې دا چې د هغۀ د خاطره تکليفونه هم وزغمئ.</verse>
				<verse number="30">او تاسو هم هغه خوارى کوئ په کومو چې مو زۀ ليدلے وم او اوس هم اورئ چې زۀ هغه شان لګيا يم.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">نو کۀ په تاسو کښې د مسيح څۀ ډاډګيرنه وى، يا د هغۀ د مينې څۀ تسلى وى، يا په تاسو کښې د روحُ القُدس شراکت وى، او يا څۀ رحم او همدردى وى،</verse>
				<verse number="2">نو تاسو زما خوشحالى پوره کړئ چې په يو فکر، يوه مينه شئ، چې په يو زړۀ او يو مقصد شئ.</verse>
				<verse number="3">د خود غرضۍ او بې‌ځايه فخر په وجه څۀ مۀ کوئ، بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ.</verse>
				<verse number="4">تاسو صرف د خپل ځان سوچ مۀ کوئ، بلکې د نورو هم خيال ساتئ.</verse>
				<verse number="5">ستاسو خوى خصلت دې د يو بل سره هغه شان وى لکه څنګه چې د عيسىٰ مسيح وو.</verse>
				<verse number="6">هغه اګر کۀ د خُدائ پاک په صورت وو خو د خُدائ پاک سره د برابرېدلو کوشش يې ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="7">بلکې خپل ځان يې خالى کړو او د غلام شکل يې اختيار کړو، او د انسان په صورت پېدا شو. کله چې په انسانى جسم کښې ښکاره شو،</verse>
				<verse number="8">هغۀ خپل ځان عاجز کړو او دومره تابعدار شو چې مرګ، بلکې د سولۍ مرګ يې قبول کړو.</verse>
				<verse number="9">هم په دې وجه خُدائ پاک هغۀ له د ټولو نه اوچت مقام ورکړو او هغۀ له يې هغه نوم ورکړو چې د ټولو نومونو نه اعلىٰ دے.</verse>
				<verse number="10">نو چې د عيسىٰ په نوم ټول مخلوق په سجده شى، کۀ هغه په آسمان کښې وى، يا په زمکه، يا کۀ د زمکې د لاندې وى،</verse>
				<verse number="11">او د خُدائ پلار د جلال دپاره دې هر څوک دا اقرار وکړى چې عيسىٰ مسيح مالِک دے.</verse>
				<verse number="12">په دې وجه زما ګرانو دوستانو، لکه څنګه چې تاسو همېشه زما تابعدارى کړې ده نۀ يواځې زما په موجودګۍ کښې بلکې د هغې نه ډېر زيات مو زما په غېر موجودګۍ کښې هم کړې ده، هم دغه شان په يره او په رپېدو د خپل خلاصون کار کوئ چې هغه په ښۀ شان سر ته ورسوئ.</verse>
				<verse number="13">ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.</verse>
				<verse number="14">هر کار بې د غورېدو او بحث نه بغېر پوره کوئ،</verse>
				<verse number="15">نو چې تاسو بې‌داغه او پاک شئ. او په بدو او بې‌لارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.</verse>
				<verse number="16">تاسو د ژوندون په کلام کلک ودرېږئ نو د مسيح د بيا راتلو په ورځ به زۀ فخر کوم چې نۀ خو زما منډه بې‌فائدې شوه او نۀ زما خوارى بې‌ځايه لاړه.</verse>
				<verse number="17">خو کۀ ستاسو په قربانۍ او ستاسو د ايمان د نذرانې دپاسه زما وينه لکه د ميو په شان واچولے شى نو زۀ به خوشحاله يم او ستاسو ټولو په خوشحالۍ کښې به شريک شم.</verse>
				<verse number="18">نو تاسو هم دغه شان خوشحاله اوسئ او ما سره په شريکه خوشحالى کوئ.</verse>
				<verse number="19">د مالِک عيسىٰ مسيح نه زۀ اُميد کوم چې ډېر زر به زۀ تاسو ته تيموتيوس درولېږم چې زۀ ستاسو د حالت نه خبر شم نو خوشحاله به شم.</verse>
				<verse number="20">ځکه چې دلته د هغۀ په شان بل څوک نشته چې په صفا زړۀ ستاسو دپاره فکرمند وى.</verse>
				<verse number="21">ځکه چې نور ټول د خپلو ګټو په تلاش کښې دى، نه چې د عيسىٰ مسيح.</verse>
				<verse number="22">خو تاسو ته د تيموتيوس د اهميت پته ده چې هغۀ ما سره لکه د يو زوئ چې د پلار سره خِدمت کوى نو دغه شان هغۀ ما سره د زيرى په خورولو کښې خِدمت وکړو.</verse>
				<verse number="23">نو زۀ اُميد کوم څنګه چې ما ته د خپل حال پته ولګى نو زۀ به زر تر زره هغه درولېږم.</verse>
				<verse number="24">او زما په مالِک پوخ يقين دے چې زۀ به په خپله هم زر درشم.</verse>
				<verse number="25">خو زۀ دا ضرورى ګڼم چې خپل ورور او د خِدمت ملګرے او د يو مورچې فوجى اِپفروديتوس تاسو له درولېږم څوک چې ستاسو پېغام وړونکے هم دے او څوک چې تاسو راولېږلو چې زما ضرورتونه پوره کړى.</verse>
				<verse number="26">هغه ستاسو د ټولو د ليدلو خواهشمند دے او پرېشانه دے ځکه چې تاسو د هغۀ د بيمارۍ په حقله اورېدلى وُو.</verse>
				<verse number="27">خو په حقيقت کښې هغه ډېر بيمار وو او مرګ ته نزدې وو، خو خُدائ پاک په هغۀ رحم وکړو، او صرف په هغۀ نه، بلکې په ما يې هم وکړو چې په ما د غم دپاسه غم نۀ وى.</verse>
				<verse number="28">ځکه خو ما سره هم د هغۀ د درلېږلو خيال نور زيات شو چې تاسو هم هغه ووينئ او خوشحاله شئ او زما پرېشانى به هم کمه شى.</verse>
				<verse number="29">نو په مالِک کښې په ډيرې خوشحالۍ سره د هغۀ هرکلے وکړئ، او هغۀ له دومره عزت ورکړئ چې داسې خلقو له ورکول په کار وى،</verse>
				<verse number="30">ځکه چې هغه د مسيح د کار دپاره تقريباً مرګ ته نزدې شوے وو، او هغۀ خپل ژوند په خطره کښې د هغه خِدمت سر ته رسولو دپاره واچولو کوم چې تاسو ما دپاره ونۀ کړے شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">نو زما وروڼو او خوېندو، زما آخرى نصيحت دا دے چې په مالِک کښې خوشحاله اوسئ. او دا زما دپاره تکليف نۀ دے چې تاسو ته هغه خبرې بيا وليکم، خو په دې کښې ستاسو فائده ده.</verse>
				<verse number="2">د هغه سپو نه ځان وساتئ، څوک چې بدکاره دى، او تاسو په سنتېدو مجبوروى.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې مونږ هغه رښتينى سنت شوى خلق يُو څوک چې د خُدائ پاک په روح کښې عبادت کوُو او په عيسىٰ مسيح فخر کوُو او په بدن مو بهروسه نشته.</verse>
				<verse number="4">اګر چې ما سره هم په خپل ځان د تکيه کولو وجه شته. خو کۀ نور څوک په خپل ځان تکيه کوى نو زۀ د هغوئ نه پرې زياته کولے شم.</verse>
				<verse number="5">زۀ په اتمه ورځ سنت شوم، د بنى اِسرائيل د قوم او د بنيامين د قبيلې نه يم، د عبرانيانو نه عبرانى، او د شريعت په مطابق فريسى يم،</verse>
				<verse number="6">د جوش په نسبت د جماعت زورونکے، او د شريعت د صداقت د لاندې بې‌عېبه يم.</verse>
				<verse number="7">خو څۀ چې مخکښې زما دپاره ګټور وو هم هغه زۀ اوس د مسيح دپاره نقصان ګڼم.</verse>
				<verse number="8">زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم،</verse>
				<verse number="9">او د هغۀ سره يو شم، نۀ په هغه صداقت کوم چې ما د شريعت نه حاصل کړے دے، بلکې په هغه صداقت کوم چې په مسيح د ايمان په وسيله دے. او د خُدائ پاک د خوا نه هغه صداقت چې په ايمان ولاړ دے.</verse>
				<verse number="10">زۀ غواړم چې د مسيح او د هغۀ د بيا ژوندى کېدلو قدرت وپېژنم او د هغۀ سره په تکليفونو کښې شريک شم او د هغۀ په مرګ کښې د هغۀ په شان شم،</verse>
				<verse number="11">د دې دپاره چې په څۀ طريقه د مړو نه د بيا ژوندى کېدو درجې ته ورسېږم.</verse>
				<verse number="12">زۀ دا نۀ وايم چې ما دا هر څۀ حاصل کړى دى او يا زۀ کمال ته ورسېدم، بلکې زۀ منډه د دې دپاره وهم چې هغه هر څۀ حاصل کړم ځکه چې عيسىٰ مسيح زۀ خپل کړے يم.</verse>
				<verse number="13">زما وروڼو او خوېندو، زما دا خيال نۀ دے چې کمال ته رسېدلے يم خو زۀ اوس دا يو کار کول غواړم، چې هغه پخوانى څيزونه هېر کړم او د راتلونکو څيزونو دپاره سخت محنت وکړم،</verse>
				<verse number="14">زۀ د مقصد په طرف په منډه يم چې هغه انعام حاصل کړم د کوم دپاره چې زۀ خُدائ پاک د عيسىٰ مسيح په وسيله آسمانى ژوند ته بللے يم.</verse>
				<verse number="15">مونږ ټول چې په روحانى توګه بالغان يُو په کار دى چې په هر خبره کښې يو شان خيال ولرو، او کۀ په څۀ خبره کښې ستاسو اختلاف وى نو دا خبره به هم خُدائ پاک تاسو ته ښکاره کړى.</verse>
				<verse number="16">نو بيا دې مونږ په هغې خبرې کلک ودرېږو کومه چې مونږ حاصله کړې ده.</verse>
				<verse number="17">زما وروڼو او خوېندو، خپل ځان زما په شان کړئ، او د هغه خلقو نه زده کړئ څوک چې زمونږ په شان ژوند تېروى.</verse>
				<verse number="18">ما تاسو ته په څو څو ځله د هغوئ په حقله وينا کړې ده، او اوس په اوښکو سره وايم چې ډېر خلق د مسيح د سولۍ د دشمنانو په شان ژوند تېروى.</verse>
				<verse number="19">د هغوئ اَنجام هلاکت دے، د هغوئ خُدائ د هغوئ ګېډه ده، او هغوئ په خپلو شرمناک کارونو فخر کوى او د هغوئ سوچ په دُنياوى څيزونو دے.</verse>
				<verse number="20">خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو.</verse>
				<verse number="21">هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">نو ځکه زما خوږو وروڼو او خوېندو، تاسو سره چې زۀ مينه کوم او د ليدو مو خواهشمند يم، هم تاسو زما خوشحالى او تاج يئ، زما عزيزانو په دې طريقه په مالِک کښې قائم پاتې شئ.</verse>
				<verse number="2">زۀ يووديه او سنتخې ته مِنت کوم چې د مالِک په يووالى کښې په يو زړۀ پاتې شى.</verse>
				<verse number="3">او په خِدمت کښې زما وفادار ملګريه، زۀ تا ته هم خواست کوم چې تۀ د دغو ښځو مدد هم وکړه ځکه چې هغوئ ما سره په زېرى خورولو کښې لکه د کليمينتوس او زما د خِدمت نورو ملګرو سره خوارى وکړه د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.</verse>
				<verse number="4">همېشه په مالِک کښې خوشحالى کوئ، او بيا هم وايم چې خوشحالى کوئ.</verse>
				<verse number="5">پرېږده چې ټولو خلقو ته ستا نرم مزاجى ښکاره شى، ځکه چې مالِک اوس زر راتلونکے دے.</verse>
				<verse number="6">د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،</verse>
				<verse number="7">نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى.</verse>
				<verse number="8">نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ.</verse>
				<verse number="9">او کومې خبرې چې تاسو ما نه زده کړې دى او حاصلې کړې دى او زما نه مو اورېدلې او ليدلې دى په هغې عمل کوئ، نو بيا به د سلامتۍ خُدائ پاک ستاسو مل وى.</verse>
				<verse number="10">زۀ په مالِک کښې ډېر خوشحاله يم چې آخر هم تاسو زما دپاره فکرمند شوئ، بې‌شکه چې اول هم تاسو فکرمند وئ خو موقع درته نۀ وه مِلاو شوى.</verse>
				<verse number="11">زۀ دا په دې وجه نۀ وايم چې زۀ محتاج يم، بلکې ما دا زده کړل چې څۀ چې ما سره دى په هغې راضى يم.</verse>
				<verse number="12">زۀ هم په غريبۍ پوهېږم او هم په مالدارۍ. په هر حال کښې کۀ زۀ موړ يم يا کۀ اوږے، کۀ زۀ مالدار يم يا کۀ ضرورتمند ما د سکون ژوند تېرولو راز زده کړے دے.</verse>
				<verse number="13">زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.</verse>
				<verse number="14">خو دا هم ستاسو مهربانى ده چې زما په مصيبت کښې شريک شوئ.</verse>
				<verse number="15">اے فيليپيانو، تاسو په خپله خبر يئ چې د زيرى په وړومبو ورځو کښې کله چې زۀ د مِکدونيه نه روان شوم نو ستاسو نه سېوا يو جماعت هم د ورکړې راکړې په معامله کښې زما مدد ونۀ کړو.</verse>
				<verse number="16">ځکه کله چې زۀ په تِسالونيکيه کښې وم نو تاسو ما ته د يو ځل نه زيات زما د حاجتونو د پوره کولو دپاره مدد رالېږلے وو.</verse>
				<verse number="17">زۀ دا خبره د انعام غوښتلو دپاره نۀ کوم بلکې د دې دپاره يې کوم چې ستاسو حساب کِتاب ته فائده ورسى.</verse>
				<verse number="18">ما سره هر څۀ شته او د ضرورت نه راسره زيات دى، او چې ستاسو رالېږلې ډالۍ مې د اِپفروديتوس نه واخستلې نو مطمئن شوم. دا هغه د خوشبويۍ نذرانه او قبوله قربانى ده چې د خُدائ پاک خوښه ده.</verse>
				<verse number="19">او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.</verse>
				<verse number="20">زمونږ د خُدائ پاک او پلار جلال دې تل تر تله وى. آمين.</verse>
				<verse number="21">ټولو مقدسينو ته په عيسىٰ مسيح کښې سلام وايم، او کوم وروڼه چې ما سره دى هغوئ تاسو ته هم سلام وائى.</verse>
				<verse number="22">ټول مقدسين خصوصاً د قيصر د خاندان خلق تاسو ته سلام وائى.</verse>
				<verse number="23">زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى. آمين.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="51">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">دا خط د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په رضا د عيسىٰ مسيح رسول دے او زمونږ د ورور تيموتيوس د طرف نه،</verse>
				<verse number="2">او په مسيح کښې هغه ايماندارانو او وفادارو وروڼو او خوېندو ته چې په کولوسى کښې دى. زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه دې په تاسو فضل او سلامتى وى.</verse>
				<verse number="3">چې کله مونږ ستاسو دپاره دُعا کوُو نو مونږ د خُدائ پاک، يعنې د مالِک عيسىٰ مسيح د پلار شُکر کوُو،</verse>
				<verse number="4">ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې ستاسو په عيسىٰ مسيح ايمان دے او د ټولو مقدسينو سره مينه کوئ،</verse>
				<verse number="5">ستاسو د هغه اُميد په وجه کوم چې په آسمان کښې ستاسو انتظار کوى. تاسو د وړاندې نه د دې اُميد په حقله په رښتينى کلام يعنې زېرى کښې اورېدلى دى.</verse>
				<verse number="6">هم دغه زيرے چې تاسو ته راورسېدو، په ټوله دُنيا کښې خوريږى او مېوه نيسى. لکه څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې هم مېوه ونيوله د هغه ورځې نه چې تاسو د اول ځل دپاره دا زيرے واورېدو او د خُدائ پاک د فضل په حقله په حقيقت پوهه شوئ.</verse>
				<verse number="7">تاسو زمونږ د خوږ خادِم اِپفراس نه څوک چې په خِدمت کښې مونږ سره شريک دے زده کړل. هغه د مسيح وفادار خادِم دے، او هغه ستاسو په ځائ زمونږ مدد کوى.</verse>
				<verse number="8">هغۀ مونږ ته ستاسو د هغه مينې په حقله ووئيل چې تاسو ته روحُ القُدس درکړې ده.</verse>
				<verse number="9">نو بيا د کومې ورځې نه چې مونږ په اول ځل ستاسو په حقله واورېدل، نو مونږ ستاسو دپاره دُعا نۀ ده بنده کړى. او د خُدائ پاک نه دا خواست کوُو چې هغه دې تاسو ته د خپلې مرضۍ پوره عِلم او روحانى پوهه او حکمت درکړى،</verse>
				<verse number="10">د دې دپاره چې تاسو د مالِک لائق ژوند تير کړئ او په هره طريقه هغه راضى کړئ او په هر نېک کار کښې مېوه ونيسئ او د خُدائ پاک په عِلم کښې ترقى وکړئ.</verse>
				<verse number="11">او زمونږ دا دُعا ده چې تاسو دې د هغۀ په ټول جلالى قدرت سره مضبوط شئ چې په تاسو کښې دې لوئ زغم او صبر پېدا شى. او تاسو دې په خوشحالۍ معمور شئ.</verse>
				<verse number="12">د پلار شُکر ادا کوئ چا چې تاسو د دې جوګه کړئ چې د مقدسينو سره يې د نُور د بادشاهۍ په وراثت کښې شريک کړئ.</verse>
				<verse number="13">هغۀ مونږ د تيارې د بادشاهۍ د اختيار نه آزاد کړُو او د خپل محبوب زوئ په بادشاهۍ کښې يې داخل کړُو،</verse>
				<verse number="14">چا کښې چې مونږ ته خلاصون، يعنې د ګناهونو نه معافى حاصله ده.</verse>
				<verse number="15">مسيح د ناليدلى خُدائ پاک صورت او د ټولو مخلوقاتو نه اول پېدا شوے دے.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې د هغۀ په وسيله ټول څيزونه پېدا شول چې په آسمان کښې دى يا په زمکه، ليدونکى دى يا ناليدونکى دى، تختونه دى کۀ رياستونه کۀ حکومتونه يا اختيارات دى، هر څۀ د مسيح په وسيله او د هغۀ دپاره پېدا شُو.</verse>
				<verse number="17">او هغه په خپله د ټولو څيزونو نه اول پېدا شوے دے او ټول څيزونه په خپله يو ځائ قائم ساتى.</verse>
				<verse number="18">او هغه د بدن، يعنې د جماعت سر دے، هغه ازل دے، او د مړو نه اول ژوندے شوے دے د دې دپاره چې په هر څۀ کښې د هغۀ درجه اول وى.</verse>
				<verse number="19">ځکه چې د خُدائ پاک دا خوښه وه چې د هغۀ ټول الوهيت دې په مسيح کښې وى.</verse>
				<verse number="20">او د هغۀ په وسيله خُدائ پاک راضى شو چې هر څۀ د ځان سره پخلا کړى هغه کۀ په زمکه وى او کۀ په آسمان کښې او هغۀ د مسيح د وينې په وسيله امن راوستو چې په سولۍ تويه شوې ده.</verse>
				<verse number="21">يو وخت تاسو پخپله هم د خُدائ پاک نه لرې وئ او د خپلو سوچونو او بدو اخلاقو په وجه د هغۀ مخالفين وئ.</verse>
				<verse number="22">خو اوس د مسيح د جسمانى مرګ په وسيله تاسو د هغۀ سره پخلا شوئ د دې دپاره چې هغه تاسو د هغۀ په حضور کښې مقدس، بې‌داغه او بې‌اِلزامه حاضر کړى،</verse>
				<verse number="23">کۀ تاسو د ايمان په بنياد مضبوط او ټينګ پاتې شئ او هغه اُميد پرې نۀ ږدئ کوم چې د زيرى په اورېدو ستاسو په زړونو کښې پېدا شوے دے. هغه زيرے چې ټولې دُنيا ته واورولے شو، او زۀ پولوس هم د دغه زېرى خادِم شوم.</verse>
				<verse number="24">زۀ اوس په هغه کړاونو کښې خوشحاله يم کوم چې ستاسو دپاره تېروم. ځکه چې زۀ په خپل بدن کښې د مسيح د بدن يعنې د جماعت دپاره د مسيح د کړاونو هغه کمے پوره کوم، کوم چې لا تر اوسه پورې پاتې دے.</verse>
				<verse number="25">د خُدائ پاک د هغه اِنتظام په مطابق زۀ د جماعت خادِم شوم چې ما ته ستاسو دپاره راکړے شوے دے، د دې دپاره چې زۀ تاسو ته د خُدائ پاک کلام پوره پوره بيان کړم،</verse>
				<verse number="26">يعنې هغه راز کوم چې د زمانو او پيړو راسې پټ وو خو اوس دا مقدسينو ته څرګند شوے دے.</verse>
				<verse number="27">خُدائ پاک غوښتل چې تاسو غېر‌يهوديانو ته هم دا بې‌حده شاندار او قيمتى راز ښکاره کړى، او هغه راز دا دے چې مسيح په تاسو کښې دے او هغه د راتلونکى جلال اُميد دے.</verse>
				<verse number="28">نو چې مونږ د هغۀ زيرے بيان کړُو او هر چا ته نصيحت وکړُو او هر يو ته په پوره هوښيارتيا سره تعليم ورکړُو نو چې هر څوک مونږ په مسيح کښې خُدائ پاک ته بالغ پېش کړُو.</verse>
				<verse number="29">د دې دپاره زۀ د مسيح د هغه قوت په مطابق د زړۀ نه خوارى کوم چې په ما کښې په زور اثر کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې زۀ ستاسو دپاره او د لوديکيانو د جماعت دپاره او د هغوئ ټولو دپاره چا چې زۀ مخامخ نۀ يم ليدلے، څومره خوارى کوم.</verse>
				<verse number="2">زۀ غواړم چې هغوئ زړَور شى او د مينې په تار د يو بل سره وګنډلے شى، د دې دپاره چې هغوئ پخپله پوهه پوره اعتماد ولرى او د خُدائ پاک د هغه راز په منصوبه پوهه شى، کوم چې مسيح په خپله دے،</verse>
				<verse number="3">په چا کښې چې د حِکمت او عِلم ټولې خزانې پټې پرتې دى.</verse>
				<verse number="4">دا زۀ تاسو ته د دې دپاره وايم چې څوک تاسو په دروغژن بحثونو دوکه نۀ کړى.</verse>
				<verse number="5">کۀ څۀ هم چې زۀ اوس ستاسو نه لرې يم خو په روح کښې تاسو سره يم، او زۀ په دې خوشحاله يم چې تاسو وګورم چې څومره په ښې طريقې سره ژوند تېروئ او په مسيح باندې ستاسو ايمان پوخ او مضبوط دے.</verse>
				<verse number="6">نو بيا څنګه چې تاسو عيسىٰ مسيح د خپل مالِک په توګه قبول کړو، نو هم هغه شان په هغۀ کښې ژوند تېروئ.</verse>
				<verse number="7">په هغۀ کښې جرړې خورې کړئ او خپل ژوند په هغۀ باندې آباد کړئ، او په ايمان کښې مضبوط شئ څنګه چې تاسو ته تعليم درکړے شوے وو او شُکر ادا کوئ.</verse>
				<verse number="8">خيال کوئ هسې نه چې څوک مو په تشو فلسفو او دوکه مارو خبرو کښې راګېر کړى، ځکه چې د هغوئ خبرې د انسانى رواياتو او د دُنيا د بنيادى اصُولو په مطابق دى او د مسيح په مطابق نۀ دى.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے.</verse>
				<verse number="10">او تاسو په مسيح کښې معمور شوى يئ څوک چې د هر حاکِم او اختيار سر دے.</verse>
				<verse number="11">کله چې تاسو په مسيح ايمان راوړو نو تاسو په جسمانى توګه سنت شوى نۀ وئ. مسيح تاسو په روحانى توګه سنت کړئ او ستاسو د ګناه فطرت يې ختم کړو.</verse>
				<verse number="12">تاسو د مسيح سره په بپتسمه کښې ښخ شوئ او د ايمان په وسيله د خُدائ پاک په قدرت کښې هم تاسو د هغۀ سره بيا راژوندى شوئ چا چې هغه د مړو نه راپاڅولے دے.</verse>
				<verse number="13">تاسو د خپلو نافرمانو په وجه مړۀ وئ ځکه چې ستاسو د ګناه فطرت ختم شوے نۀ وو. نو بيا خُدائ پاک تاسو د مسيح سره راژوندى کړئ، ځکه چې هغۀ ستاسو ټولې نافرمانۍ معاف کړې.</verse>
				<verse number="14">هغه څۀ چې د شريعت په مطابق زمونږ خلاف جرم وو هغۀ هغه ټول ريکارډ ختم کړو. هغه يې يو خوا ته کړل او په سولۍ يې مېخ کړل.</verse>
				<verse number="15">دغه شان هغۀ د روحانى حاکمانو او د اختيار د خاوندانو نه وسلې واخستلې، او هغوئ يې په خلقو کښې رسوا کړل او د سولۍ په وسيله يې په هغوئ کاميابى حاصله کړه.</verse>
				<verse number="16">نو په دې وجه څوک مۀ پرېږدئ چې په تاسو د خوراک څښاک يا د اختر يا د نوې مياشت يا د سبت د ورځې په معامله کښې اِلزام ولګوى.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې دا صرف د راتلونکو څيزونو سورے دے خو حقيقت په مسيح کښې دے.</verse>
				<verse number="18">چا ته هم وخت مۀ ورکوئ چې خپل ځان دې ښۀ وګڼى او تاسو دې مجرم کړى. هغوئ خپل ځان په ظاهرى عاجزى ښودلو سره او د فرښتو په عبادت کولو او د روياګانو د ليدو په تفصيلى بيان سره نور خلق مجبوروى. او د هغوئ غېر روحانى ذهن هغوئ پړسولى دى.</verse>
				<verse number="19">او هغوئ د بدن د سر يعنې مسيح سره تعلق پرېښے دے. ځکه چې په هغۀ کښې د بدن ټول بندونه او پلې په خپلو کښې يو ځائ کيږى او خُدائ پاک ورله وده ورکوى.</verse>
				<verse number="20">نو چې تاسو د مسيح سره مړۀ شوئ او هغۀ تاسو د دُنيا د بنيادى اصُولو نه آزاد کړئ، نو بيا تاسو ولې په دُنياوى اصُولو ژوند تېروئ؟ او د هغې حُکمونه داسې منئ چې،</verse>
				<verse number="21">”دې ته لاس مۀ وروړئ، دا مۀ څکئ، مۀ ورسره لګئ؟“</verse>
				<verse number="22">خو د دغه څيزونو په حقله حُکمونه صرف انسانى تعليمونه دى چې په استعمالولو کښې به ختم شى.</verse>
				<verse number="23">داسې حُکمونه خو په ظاهره عقلمند ښکارى هغه دا چې د خپلې مرضۍ په مطابق سخت عبادت او دروغژنه عاجزى او د فقيرانو په شان ژوند تېرول، خو دا د انسان په نفسانى شوقونو قابو نۀ شى راوستلے او بې‌فائدې دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">نو تاسو چې د مسيح سره بيا راژوندى شوئ نو تاسو بره د آسمانى څيزونو لټون کوئ، چرته چې مسيح د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے.</verse>
				<verse number="2">د آسمانى څيزونو په حقله سوچ کوئ او د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے.</verse>
				<verse number="4">کله چې مسيح څوک چې ستاسو ژوندون دے راښکاره شى نو تاسو به هم د هغۀ سره په جلال کښې ښکاره شئ.</verse>
				<verse number="5">نو هم په دې وجه هر هغه خواهش مړ کړئ کوم چې ستاسو دُنياوى فطرت سره تعلق ساتى لکه زناکارى، پليتى، شهوت پرستى، بد خواهشات او حرص چې بُت پرستى ده.</verse>
				<verse number="6">ځکه چې د دې په وجه د خُدائ پاک غضب په هغه چا نازليږى څوک چې نافرمانه دى.</verse>
				<verse number="7">څۀ وخت تاسو هم د دې دُنيا برخه وئ او داسې ژوند مو تېرولو.</verse>
				<verse number="8">خو اوس تاسو له په کار دى چې د غصې، قهر، بدخواهۍ، چُغلۍ او سپکې خبرې پرېږدئ.</verse>
				<verse number="9">يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چې تاسو خپل زوړ د ګناه فطرت د دې د عملونو سره اخوا کړو،</verse>
				<verse number="10">تاسو نوے فطرت خپل کړئ، او داسې نوى شئ لکه څنګه چې تاسو د خپل خالق په حقله معرفت حاصل کړو او ورسره ورسره د هغۀ په شان شئ.</verse>
				<verse number="11">په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے.</verse>
				<verse number="12">نو بيا چې خُدائ پاک تاسو غوره او مقدس وګرځولئ او درسره يې مينه وکړه نو بيا د زړۀ سواندۍ، مهربانۍ، شرافت، عاجزۍ، او صبر جامې واغوندئ.</verse>
				<verse number="13">يو بل برداشت کوئ، او کۀ د يو بل خلاف مو څۀ شکايت وى نو هغه داسې معاف کړئ لکه څنګه چې تاسو مالِک معاف کړئ.</verse>
				<verse number="14">او د دې هر څۀ نه بغېر تاسو په خپلو کښې د مينې جامې واغوندئ چې هغه هر څۀ په پوره يووالى سره په خپلو کښې يوځائ کوى.</verse>
				<verse number="15">نو د مسيح سلامتى دې ستاسو په زړونو حکومت وکړى ځکه چې تاسو د يو بدن د اندامونو په طور د سلامتۍ دپاره رابللے شوى يئ. او شُکر ګزارى هم کوئ.</verse>
				<verse number="16">د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.</verse>
				<verse number="17">او هر څۀ چې تاسو کوئ، هغه کۀ تاسو خبرې کوئ يا څۀ کار، هر څۀ د مالِک عيسىٰ په نوم کوئ او د هغۀ په وسيله د خُدائ پلار شُکر ادا کوئ.</verse>
				<verse number="18">اے ميرمنو، تاسو د خپلو خاوندانو تابعدارې اوسئ ځکه چې دا په مالِک کښې ستاسو فرض دى.</verse>
				<verse number="19">اے خاوندانو، د خپلو ښځو سره مينه کوئ او د هغوئ سره ترخيږئ مه.</verse>
				<verse number="20">اے بچو، د مور پلار هره خبره منئ ځکه چې په دې مالِک خُدائ خوشحاليږى.</verse>
				<verse number="21">اے پلارانو، خپل بچى مۀ تنګوئ، هسې نه چې هغوئ زړۀ بائيلى.</verse>
				<verse number="22">اے نوکرانو، تاسو د خپلو دُنياوى مالِکانو په هر څۀ کښې تابعدارى کوئ، او دا نۀ صرف د هغوئ په موجودګۍ کښې چې هغوئ خوشحاله کړئ، بلکې د زړۀ د اخلاصه او د مالِک د احترام دپاره يې کوئ.</verse>
				<verse number="23">هر څۀ چې تاسو کوئ د زړۀ په مينه يې کوئ لکه چې دا تاسو د مالِک دپاره کوئ، او نۀ چې د بنى آدمو دپاره.</verse>
				<verse number="24">ځکه چې تاسو ته پته ده چې د مالِک د طرف نه به د دې په اجر کښې تاسو ته ميراث مِلاو شى. تاسو د مالِک مسيح خِدمت کوئ.</verse>
				<verse number="25">ځکه چې څوک بد کوى هغۀ ته به د خپلې بدۍ سزا مِلاو شى، ځکه چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">اے مالِکانو، د خپلو نوکرانو سره د عدل او اِنصاف سلوک کوئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په آسمان کښې ستاسو هم يو مالِک شته.</verse>
				<verse number="2">خپل ځانونه په دُعا کښې مشغول کړئ او بېدار اوسئ او شُکر ګزارى کوئ.</verse>
				<verse number="3">او مونږ دپاره هم دُعا کوئ چې خُدائ پاک مونږ ته د کلام دپاره ور کولاو کړى چې مونږ د مسيح هغه راز بيان کړُو چې د کوم په سبب زۀ قېد کښې يم،</verse>
				<verse number="4">دُعا کوئ چې زۀ د هغه کلام داسې وضاحت وکړم څنګه چې ما له کول په کار دى.</verse>
				<verse number="5">د بې‌ايمانانو سره د هوښيارتيا سلوک کوئ او د هرې موقعې نه فائده اخلئ.</verse>
				<verse number="6">ستاسو کلام دې همېشه د فضل نه ډک او خوندور وى چې تاسو هر چا ته مناسب جواب ورکولے شئ.</verse>
				<verse number="7">تخيکوس به تاسو ته زما په حقله ټولې خبرې وکړى. هغه زمونږ ګران ورور، وفادار خِدمتګار او د مالِک په کار کښې زمونږ ملګرے دے.</verse>
				<verse number="8">ما هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درولېږلو چې تاسو زمونږ په حال خبر کړى او چې هغه ستاسو زړونو له ډاډګيرنه ورکړى.</verse>
				<verse number="9">هغۀ سره زمونږ خوږ ايماندار ورور اونيسيموس درځى څوک چې ستاسو نه يو دے. هغوئ به تاسو ته د دې ځائ په حقله ټولې خبرې بيان کړى.</verse>
				<verse number="10">اريسترخوس چې ما سره قېدى دے، سلام درلېږى، او دغه شان د برنباس تربور مرقوس هم، د چا په حقله چې تاسو ته حکم درکړے شوے وو چې کۀ هغه تاسو له راغلو نو هرکلے يې وکړئ،</verse>
				<verse number="11">او عيسىٰ چې ورته يوستوس وائى هغه هم درته سلام وائى. د يهوديانو نه صرف دا درې کسان دى چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په کار کښې زما ملګرى دى او په هغوئ زما لويه تسلى ده.</verse>
				<verse number="12">اِپفراس چې ستاسو نه يو دے او د عيسىٰ مسيح خادِم دے هغه هم تاسو ته سلام وائى. هغه همېشه تاسو دپاره لاس په دُعا دے چې ستاسو ايمان مضبوط شى، او د خُدائ پاک د پوره مرضۍ په مطابق خپل ژوند تېر کړئ.</verse>
				<verse number="13">زۀ د هغۀ ګواهى ورکوم چې هغه ستاسو دپاره او د لوديکيه او د هيراپولس د خلقو دپاره ډېره زياته خوارى کوى.</verse>
				<verse number="14">زمونږ خوږ ملګرى او طبيب لوقا او ديماس درته سلام وائى.</verse>
				<verse number="15">د لوديکيه وروڼو او خوېندو او نِمفا ته او د هغې په کور کښې د جماعت خلقو ته زما سلام ووايئ.</verse>
				<verse number="16">نو کله چې تاسو دا خط ولولئ، نو بيا دا د لوديکيې جماعت ته ولېږئ چې هغوئ يې هم ولولى. او تاسو دا خط کوم چې ما هغوئ ته وليکلو ولولئ.</verse>
				<verse number="17">او ارخيپوس ته ووايئ چې، ”کوم خِدمت چې په مالِک کښې تا ته سپارلے شوے دے، هغه پوره کړه.“</verse>
				<verse number="18">زۀ پولوس په خپل لاس تاسو ته سلام ليکم. زما په لاس پښو کښې زولنۍ مۀ هېروئ او په تاسو دې د خُدائ پاک فضل وى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="52">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د پولوس، سيلوانوس او د تيموتيوس د طرف نه، د تِسالونيکيانو جماعت دپاره خط کوم چې د خُدائ پلار او په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دے. په تاسو دې فضل او سلامتى وى.</verse>
				<verse number="2">ستاسو ټولو دپاره مونږ همېشه د خُدائ پاک شُکر کوُو او هر وخت تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوو،</verse>
				<verse number="3">مونږ هر وخت د خپل خُدائ پاک او پلار په حضور کښې ستاسو د ايمان کار او ستاسو مينه ناک خِدمت او ستاسو کلک اُميد چې په مالِک عيسىٰ مسيح دے هغه يادوو.</verse>
				<verse number="4">اے وروڼو او خوېندو، مونږ پوهيږو چې تاسو په خُدائ پاک ګران يئ او هغۀ تاسو غوره کړى يئ.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې زمونږ زيرے تاسو ته صرف په خبرو نۀ دے راغلے بلکې په قدرت سره، په روحُ القُدس سره او په پوره اعتماد راغلے دے. تاسو ته پته ده چې مونږ ستاسو په مينځ کښې ستاسو دپاره څنګه ژوند تېر کړو.</verse>
				<verse number="6">او تاسو زمونږ او د مالِک په نقش قدم ژوند اختيار کړو او د سختو تکليفونو باوجود بيا هم تاسو کلام په خوشحالۍ سره د روحُ القُدس په وسيله قبول کړو،</verse>
				<verse number="7">او داسې تاسو د ټولو ايماندارانو دپاره چې په مِکدونيه او اخيه کښې دى، يو مثال وګرځېدئ.</verse>
				<verse number="8">ځکه چې ستاسو په وجه نۀ يواځې په مِکدونيه او په اخيه کښې د مالِک کلام خور شو بلکې په خُدائ پاک ستاسو ايمان په هر ځائ کښې داسې مشهور شو چې د دې په حقله زمونږ د وينا څۀ حاجت پاتې نۀ شو.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې د هغه مُلکونو خلقو په خپله د هغه هرکلى په حقله بيان وکړو، کوم چې ستاسو په مينځ کښې زمونږ وشو، او چې تاسو څنګه د بُتانو نه د ژوندى او حقيقى خُدائ پاک خِدمت کولو ته راواوړېدئ،</verse>
				<verse number="10">او چې د آسمان نه د هغۀ د زوئ د راتلو اِنتظار وکړئ څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے دے يعنې عيسىٰ، څوک چې به مونږ د راتلونکى غضب نه بچ کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">اے وروڼو او خوېندو، تاسو ته په خپله پته ده چې تاسو ته زمونږ راتلل بې‌فائدې نۀ وُو.</verse>
				<verse number="2">خو اګر کۀ چې مونږ په فيليپى کښې ډېر وکړېدو او بې‌عزته کړے شُو څنګه چې تاسو ته پته ده خو بيا هم مونږ په خُدائ پاک کښې دا زړۀ ورتيا وموندله چې تاسو ته مو د ډېرو مخالفتونو باوجود د خُدائ پاک زيرے درورسولو.</verse>
				<verse number="3">ځکه دا دعوت چې مونږ ورکوو دا د غلط يا ناپاک نيت نه نۀ دے او نۀ مونږ ستاسو د دوکه کولو کوشش کوُو،</verse>
				<verse number="4">بلکې څنګه چې خُدائ پاک مونږ د دې لائق وګڼلو او زيرے يې راته وسپارلو، هم دغه شان يې مونږ بيانوو، اګر چې دا مونږ د بنى آدمو د خوشحالولو دپاره نه بلکې د خُدائ پاک د خوشحالولو دپاره بيانوو، څوک چې زمونږ زړونه آزمائى.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې تاسو ته پته ده او خُدائ پاک هم زمونږ ګواه دے چې نۀ خو مونږ په خپلو خبرو کښې خوشامندى کړې ده او نۀ مو څۀ لالچ کړے دے.</verse>
				<verse number="6">او نۀ مونږ د خلقو نه د عزت طمع کوُو، نۀ ستاسو نه، او نۀ د بل چا نه.</verse>
				<verse number="7">اګر چې د مسيح د رسولانو په توګه مونږ په تاسو بوج اچولے شو، خو مونږ ستاسو په مينځ کښې داسې نرمى وکړه لکه څنګه چې يوه مور د غېږې بچى له پئ ورکوى.</verse>
				<verse number="8">مونږ تاسو سره دومره مينه وکړه چې نۀ يواځې د خُدائ پاک زيرے مو تاسو سره شريک کړو بلکې خپل ځانونه مو هم ستاسو دپاره قربان کړل، ځکه چې تاسو په مونږ ډېر ګران وئ.</verse>
				<verse number="9">اے وروڼو او خوېندو، تاسو ته به زمونږ خوارى او تکليفونه ياد وى چې مونږ شپه او ورځ محنت وکړو او په تاسو مو بوج وانۀ چولو چې مونږ تاسو ته د خُدائ پاک زيرے اورولو.</verse>
				<verse number="10">تاسو ګواه يئ او خُدائ پاک هم ګواه دے چې تاسو ايماندارانو سره زمونږ سلوک څنګه د پاکوالى، د صداقت او د بې‌عېبۍ وو.</verse>
				<verse number="11">څنګه چې تاسو ته پته ده چې مونږ تاسو هر يو سره داسې سلوک وکړو څنګه چې يو پلار د خپلو بچو سره کوى،</verse>
				<verse number="12">تاسو ته به مو صلاح او ډاډګيرنه درکوله او درباندې به مو زور اچولو چې داسې ژوند تېر کړئ چې د خُدائ پاک خوښ وى، چا چې تاسو خپلې بادشاهۍ او لويئ ته رابللى يئ.</verse>
				<verse number="13">او د دې دپاره مونږ هم هر وخت د خُدائ پاک شُکر کوُو چې کله تاسو ته د خُدائ پاک کلام درورسېدو کوم چې تاسو زمونږ نه اورېدلے دے، نو تاسو دا قبول کړو د بنى آدم د کلام په طور نه بلکې د حقيقت په طور مو قبول کړو چې دا د خُدائ پاک کلام دے، او چې دا تاسو ايماندارانو کښې کار هم کوى.</verse>
				<verse number="14">اے وروڼو او خوېندو، تاسو د خُدائ پاک د هغه جماعتونو په نقش قدم شوئ کوم چې په يهوديه کښې په عيسىٰ مسيح کښې دى. ځکه چې تاسو هم د خپل قام د خلقو نه هغه تکليفونه وزغمل کوم چې هغوئ ته د يهوديانو نه رسېدلى وُو،</verse>
				<verse number="15">چا چې مالِک عيسىٰ او نبيان دواړه ووژل او مونږ يې هم وشړلو. هغوئ خُدائ پاک خفه کوى او د هر چا مخالفت کوى.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې هغوئ مونږ غېر‌يهوديانو ته د خلاصون د پېغام ورکولو نه منع کوى. په دې طريقه هغوئ مسلسل د خپلو ګناهونو پيالۍ تر مورګو ډکوى، او آخر پرې د خُدائ پاک غضب نازل شى.</verse>
				<verse number="17">اے زما وروڼو او خوېندو، کله چې مونږ د لږې مودې دپاره ستاسو نه په جسمانى توګه جدا شُو نه چې د زړۀ نه، نو مونږ نور هم ډېر په شوق سره ستاسو د بيا ليدلو کوشش کوُو.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې مونږ ټولو دا غوښتل چې ستاسو خوا له در شُو خو ما پولوس بار بار د راتلو کوشش وکړو خو شېطان زمونږ لار ونيوله.</verse>
				<verse number="19">د مالِک عيسىٰ مسيح په حضور کښې کله چې هغه بيا راشى زمونږ اُميد او خوشحالۍ او د فخر تاج څۀ دے؟ ولې هغه تاسو نۀ يئ څۀ؟</verse>
				<verse number="20">آو، هم تاسو زمونږ جلال او خوشحالى يئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">نو کله چې مونږ نور دا برداشت نۀ کړے شو، نو مونږ په اتينيه کښې د يواځې پاتې کېدو فېصله وکړه،</verse>
				<verse number="2">نو مونږ تيموتيوس چې زمونږ ورور او د مسيح په زېرى کښې د خُدائ پاک خادِم دے د دې دپاره درولېږلو چې هغه تاسو مضبوط کړى او تاسو له په ايمان کښې ډاډګيرنه درکړى،</verse>
				<verse number="3">نو چې څوک د دې مصيبتونو په وجه خطا نۀ شئ، ځکه چې تاسو ته پته ده چې دا مصيبتونه زمونږ په نصيب کښې ليکلے شوى دى.</verse>
				<verse number="4">په حقيقت کښې کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ تاسو ته ووئيل چې په مونږ به دا تکليفونه ضرور راځى او دا هم دغه شان وشو لکه څنګه چې تاسو ته ښۀ پته ده.</verse>
				<verse number="5">په دې وجه کله چې ما دا نور زيات برداشت نۀ کړو نو ستاسو د ايمان د حال معلومولو دپاره مې تيموتيوس درولېږلو ځکه چې زۀ يرېدلم چې هسې نه چې شېطان تاسو آزمائيلى يئ او زمونږ محنت بې‌فائدې شوے وى.</verse>
				<verse number="6">خو تيموتيوس اوس له تاسو نه مونږ له واپس راغلو او ستاسو د ايمان او د مينې ښۀ زيرے يې راوړلو. او مونږ ته يې دا هم ووې چې تاسو تل زمونږ خير غواړئ او زمونږ د ليدو په خواهش کښې يئ لکه څنګه چې مونږ ستاسو د ليدو خواهش کوُو.</verse>
				<verse number="7">نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د خپلو ټولو کړاونو او مصيبتونو باوجود ستاسو د ايمان په وجه تسلى وموندله.</verse>
				<verse number="8">خو اوس مونږ حقيقت کښې ژوندى يُو ځکه چې تاسو په مالِک کښې مضبوط ولاړ يئ.</verse>
				<verse number="9">مونږ بيا څنګه ستاسو دپاره د خُدائ پاک شُکر وکړُو د هغه خوشحالۍ په بدل کښې کومه چې ستاسو په وجه مونږ ته د خُدائ پاک په حضور کښې حاصله شوې ده؟</verse>
				<verse number="10">مونږ شپه او ورځ د زړۀ نه ډېره دُعا کوُو چې مونږ تاسو بيا ووينو او ستاسو د ايمان کموالے پوره کړُو.</verse>
				<verse number="11">زمونږ لاره دې اوس زمونږ خُدائ پاک او پلار او زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله ستاسو په طرف سمه کړى.</verse>
				<verse number="12">او مالِک دې ستاسو مينه د يو بل او د ټولو دپاره داسې ډېره او مضبوطه کړى لکه څنګه چې زمونږ مينه ستاسو سره ده.</verse>
				<verse number="13">نو هغه دې ستاسو زړونه مضبوط، بې‌عېبه او مقدس کړى، کله چې تاسو زمونږ د خُدائ پاک او پلار په وړاندې ودرېږئ، کله چې مالِک عيسىٰ د خپلو مقدسينو سره دوباره واپس راشى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">لنډه دا چې اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو ته د مالِک عيسىٰ په نوم مِنت کوُو چې تاسو داسې چال چلن کوئ په کوم چې خُدائ پاک خوشحاليږى، لکه څنګه چې مونږ تاسو له تعليم درکړے دے. تاسو دغه شان کوئ، خو مونږ دا ستاسو د ترقۍ دپاره وايو چې نور هم دغه شان کوئ.</verse>
				<verse number="2">ځکه چې تاسو ته د هغه تعليماتو پته ده کوم چې مونږ تاسو له د مالِک عيسىٰ په اختيار درکړى دى.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې د خُدائ پاک مرضى دا ده چې تاسو پاک شئ، يعنې د زناکارۍ نه ځان وساتئ.</verse>
				<verse number="4">او تاسو هر يو دا خبره زده کړئ چې څنګه خپل ځان په پاکوالى او عزت سره قابو وساتئ،</verse>
				<verse number="5">نۀ د شهوت په جوش سره، او نۀ لکه د هغه بې‌دينو په شان څوک چې خُدائ پاک نۀ پېژنى.</verse>
				<verse number="6">او په دې معامله کښې دې څوک د خپل ورور په حق تجاوز نۀ کوى او نۀ دې د هغۀ سره دوکه کوى. ځکه چې مالِک به هغه ټولو خلقو له سزا ورکړى څوک چې داسې کارونه کوى، لکه څنګه چې مونږ تاسو ته د شروع نه وئيلى وُو او خبردارے مو درکړے وو.</verse>
				<verse number="7">خُدائ پاک مونږ د ناپاکۍ دپاره نه، بلکې د پاکوالى دپاره رابللى يُو.</verse>
				<verse number="8">نو په دې وجه څوک چې دا نۀ منى، نو هغه انسانى حُکمونه نه، بلکې خُدائ پاک نۀ منى چا چې تاسو له خپل روحُ القُدس هم درکړے دے.</verse>
				<verse number="9">خو اوس مونږ ته د دې ضرورت نشته چې تاسو ته د ايماندارانو سره د مينې کولو په حقله وليکو ځکه چې خُدائ پاک په خپله تاسو له دا تعليم درکړے دے چې يو بل سره مينه کوئ.</verse>
				<verse number="10">او حقيقت کښې تاسو په ټوله مِکدونيه کښې د ټولو ايماندارانو سره مينه کوئ. خو عزيزانو، مونږ تاسو ته دا خواست کوُو چې خپله مينه نوره هم سېوا کړئ.</verse>
				<verse number="11">په آرام سره ژوند تېرول خپل مقصد جوړ کړئ او په خپل کار کښې مشغول اوسئ او په خپلو لاسونو په کار کسب کښې همت کوئ، څنګه چې مونږ تاسو ته تعليم درکړے دے.</verse>
				<verse number="12">نو چې تاسو د غېر ايماندارانو سره په ښۀ طريقه سلوک کوئ او د چا هم محتاج نۀ يئ.</verse>
				<verse number="13">خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو ناخبره پاتې شئ د هغوئ په حقله څوک چې مړۀ دى، نو چې تاسو د هغه نورو په شان غمژن نۀ شئ د چا چې اُميد نۀ وى.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې زمونږ دا ايمان دے چې عيسىٰ مړ شو او بيا ژوندے شو، نو دغه شان به خُدائ پاک هغه څوک هم د عيسىٰ سره واپس راولى څوک چې د هغۀ سره په ايمان مړۀ شوى دى.</verse>
				<verse number="15">نو په دې وجه مونږ تاسو ته د مالِک د کلام په مطابق وايو مونږ څوک چې ژوندى يُو، او د مالِک تر راتلو پورې پاتې يُو، مونږ به د هغه چا نه وړاندې د مالِک سره مِلاو نۀ شُو هغه څوک چې مخکښې مړۀ شوى دى.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې مالِک به په خپله د آسمان نه د اوچت آواز سره، او د مقربې فرښتې د آواز سره، او د خُدائ پاک د بيګل د آواز سره راکوز شى، او په هغۀ کښې مړۀ شوى به اول د قبر نه راپاڅى.</verse>
				<verse number="17">او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.</verse>
				<verse number="18">نو ځکه تاسو په دې خبرو سره يو بل له ډاډګيرنه ورکوئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">نو اے وروڼو او خوېندو، اوس د هغه وختونو او د موقعو په حقله تاسو ته د څۀ ليکلو حاجت نشته چې دا به کله پېښ شى.</verse>
				<verse number="2">ځکه چې تاسو په خپله ښۀ خبر يئ چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان ناګهانه راشى.</verse>
				<verse number="3">کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.</verse>
				<verse number="4">خو اے وروڼو او خوېندو، تاسو په تيارۀ کښې نۀ يئ د هغه ورځ دپاره چې تاسو به لکه د غل په شان حېران کړى.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې تاسو ټول د نُور او د ورځې بچى يئ، او مونږ نۀ د شپې يُو او نۀ د تيارې يُو.</verse>
				<verse number="6">نو بيا دې مونږ د نورو په شان اودۀ پاتې نۀ شُو بلکې مونږ دې بېدار او په هوش کښې اوسو.</verse>
				<verse number="7">ځکه څوک چې اودۀ کيږى هغوئ په شپه کښې اودۀ کيږى، او څوک چې نشه کيږى هغوئ په شپه کښې نشه کيږى.</verse>
				<verse number="8">خو مونږ چې د ورځې سره تعلق ساتو نو په کار دى چې مونږ په هوش کښې اوسو، او د ايمان او د مينې زغره واغوندو او د خلاصون د اُميد ټوپۍ په سر کړُو.</verse>
				<verse number="9">ځکه چې خُدائ پاک مونږ د غضب دپاره نۀ يُو مقرر کړى، بلکې د دې دپاره چې مونږ د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله خلاصون بيامومو.</verse>
				<verse number="10">هغه زمونږ دپاره ځکه مړ شو نو کۀ مونږ ژوندى يُو يا کۀ مړۀ، نو مونږ به ټول د هغۀ سره يو ځائ اوسيږو.</verse>
				<verse number="11">نو په دې وجه تاسو يو بل له ډاډ ورکوئ او يو بل جوړوئ، څنګه چې په حقيقت کښې تاسو هم دغه شان کوئ.</verse>
				<verse number="12">خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو ته مِنت کوُو، چې څوک ستاسو په مينځ کښې خوارى کوى او په مالِک کښې ستاسو لار ښودونکى وى او تاسو ته نصيحت کوى د هغوئ قدر کوئ.</verse>
				<verse number="13">او د هغوئ د کار په سبب په ډېره مينه د هغوئ ډېر عزت کوئ، او په خپل مينځ کښې په امن و امان ژوند تېروئ.</verse>
				<verse number="14">او اے عزيزانو، مونږ په تاسو زور راوړُو چې سستو خلقو ته نصيحت کوئ، بې‌زړۀ خلقو له ډاډګيرنه ورکوئ، د کمزورو مدد کوئ، او ټولو سره د صبر معامله کوئ.</verse>
				<verse number="15">ګورئ چې څوک هم په تاسو کښې د بدۍ په بدله کښې بدى ونۀ کړى بلکې همېشه کوشش کوئ چې د يو بل سره او د ټولو سره نېکى کوئ.</verse>
				<verse number="16">او همېشه خوشحاله اوسئ.</verse>
				<verse number="17">په دُعا کښې ناغه مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="18">په هر حال کښې شُکر کوئ ځکه چې دا په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو دپاره د خُدائ پاک رضا ده.</verse>
				<verse number="19">د روحُ القُدس بل شوے اور مۀ مړ کوئ.</verse>
				<verse number="20">د چا پېشګويۍ ته سپک نظر مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="21">خو ټولې پېشګويانې وآزمايئ او چې کومې ښې وى هغه راټينګوئ.</verse>
				<verse number="22">د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.</verse>
				<verse number="23">خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے هغه دې تاسو په خپله پوره پاک کړى، او ستاسو ټول ژوند دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بې‌عېبه وساتى.</verse>
				<verse number="24">څوک چې ستاسو رابلونکے دے هغه وفادار دے او هغه به هم دغه شان وکړى.</verse>
				<verse number="25">اے وروڼو او خوېندو، زمونږ دپاره دُعا کوئ.</verse>
				<verse number="26">زما د خوا نه ټولو ايماندارانو ته په پاکې مينې سره سلام ووايئ.</verse>
				<verse number="27">زۀ تاسو له د مالِک په نوم حُکم درکوم چې دا خط ټولو وروڼو او خوېندو ته واوروئ.</verse>
				<verse number="28">زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو سره وى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="53">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د پولوس او سيلوانوس او د تيموتيوس د طرف نه، د تِسالونيکيانو د جماعت دپاره خط چې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح دے،</verse>
				<verse number="2">په تاسو دې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل او سلامتى وى.</verse>
				<verse number="3">اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى، او دا مناسب دى ځکه چې ستاسو ايمان نور نور زياتيږى او ستاسو د هر يو مينه د يو بل سره نوره هم زياتيږى.</verse>
				<verse number="4">په دې وجه مونږ په خپله د خُدائ پاک په جماعتونو کښې په تاسو فخر کوُو، د هغه ظلم او تکليفونو دپاره چې تاسو يې زغمئ په هغو ټولو کښې ستاسو قائموالے او ايمان ظاهريږى.</verse>
				<verse number="5">دا د خُدائ پاک د رښتونى عدالت ثبوت دے د دې دپاره چې تاسو د خُدائ پاک د هغه بادشاهۍ لائق کړى چې د کوم دپاره تاسو تکليفونه هم زغمئ.</verse>
				<verse number="6">ځکه چې خُدائ پاک اِنصاف کوونکے دے، هغه به هغوئ نه ستاسو بدل واخلى څوک چې تاسو له تکليف درکوى.</verse>
				<verse number="7">او خُدائ پاک به تاسو له آرام درکړى تاسو څوک چې په مصيبت کښې راګېر يئ او هم مونږ له چې کله مالِک عيسىٰ د آسمان نه راڅرګند شى. او د خپلو قوتناکو فرښتو سره راشى،</verse>
				<verse number="8">او په شُغله ناک اور سره به هغه هغوئ له سزا ورکړى څوک چې خُدائ پاک نۀ پېژنى او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح زيرے نۀ منى.</verse>
				<verse number="9">هغوئ ته به د ابدى تباهۍ سزا مِلاو شى او د مالِک د حضور او د جلالى قدرت نه به هغوئ جدا شى.</verse>
				<verse number="10">په هم هغه ورځ کله چې هغه راشى نو ټول مقدسين به هغۀ له جلال ورکړى او د هغۀ حمد و ثنا به ووائى. په هغوئ کښې به تاسو هم شامل يئ ځکه چې تاسو زمونږ په ګواهۍ ايمان راوړے وو.</verse>
				<verse number="11">هم په دې وجه مونږ ستاسو دپاره همېشه دُعا کوُو چې زمونږ خُدائ پاک دې تاسو د خپلې بلنې جوګه کړى، او ستاسو د نېکۍ هر يو خواهش او د ايمان هر يو کار دې په خپل قدرت سره پوره کړى،</verse>
				<verse number="12">نو بيا به زمونږ د مالِک عيسىٰ نوم ستاسو د چال چلن په وجه جلال ومومى او تاسو به هم ورسره جلال ومومئ. دا هر څۀ زمونږ د خُدائ پاک او د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل په مطابق وشو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">نو اوس اے وروڼو او خوېندو، مونږ د خپل مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو او د هغۀ سره زمونږ د راغونډېدلو په حقله تاسو ته خواست کوُو</verse>
				<verse number="2">چې تاسو زر پرېشانه نۀ شئ او نۀ دې ستاسو وار خطا شى کۀ څوک درته د رويا نه يا د کلام نه او يا زمونږ نه د خط په وسيله ووائى چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ خو راغلې ده، نو تاسو په داسې خبرو باور مۀ کوئ.</verse>
				<verse number="3">څوک دې تاسو په هيڅ طريقه دوکه نۀ کړى. ځکه چې هغه ورځ به تر هغې نۀ راځى ترڅو پورې چې بغاوت شروع نۀ شى او بيا بې‌شرعې کس څرګند نۀ شى، څوک چې د هلاکېدو دپاره مقرر شوے دے.</verse>
				<verse number="4">هغه به د هر يو معبود او د عبادت د هر يو څيز مخالفت کوى او خپل ځان به ترې نه اوچت ګڼى. او هغه به د خُدائ په کور کښې کښېنى او د خُدايئ دعوىٰ به وکړى.</verse>
				<verse number="5">ولې تاسو ته ياد نۀ دى چې کله زۀ لا تاسو سره وم نو تاسو ته مې دا خبرې کړې وې؟</verse>
				<verse number="6">او اوس چې کوم څيز هغه ايساروى تاسو د هغې نه خبر يئ، تر څو چې هغه په خپل مقرر وخت څرګند شى.</verse>
				<verse number="7">ځکه چې د بې‌شرعې پټ طاقتونه کار کښې لګيا دى، خو دا به تر هغې کار کوى ترڅو چې د دې ايساروونکے لارې نه لرې نۀ شى.</verse>
				<verse number="8">او بيا به هغه بې‌دينه کس راڅرګند شى، او مالِک عيسىٰ به يې د خپلې خولې په پوکى تباه کړى، او د خپلو راتلو په جلال به يې تباه کړى.</verse>
				<verse number="9">د دې بې‌دينه کس راتلل او کارونه به د شېطان په طاقت وى، څوک چې به هر قسم قدرت، د دروغو نښې او معجزې به ښکاره کوى،</verse>
				<verse number="10">او هغوئ څوک چې هلاکېدونکى دى نو هغه به يې په خپل شرارت سره دوکه کړى. ځکه چې نۀ هغوئ د حق سره مينه کوله او نۀ يې هغه حق منلو کوم چې هغوئ ته خلاصون ورکولو.</verse>
				<verse number="11">په دې وجه به خُدائ پاک هغوئ سخت بې‌لارې کړى او هغوئ به په دروغو يقين ساتى.</verse>
				<verse number="12">نو هغوئ څوک چې په حق يقين نۀ کوى بلکې د بدۍ په کارونو خوشحاليږى، هغوئ ټول به سزا ومومى.</verse>
				<verse number="13">خو په مالِک کښې زمونږ ګرانو وروڼو او خوېندو، مونږ ته همېشه ستاسو په حقله د خُدائ پاک شُکر کول په کار دى، ځکه چې تاسو د خُدائ پاک اولنۍ د خلاصون غوره کړے شوې مېوه يئ کوم خلاصون چې د روحُ القُدس په وسيله ملاويږى او هغه تاسو پاکوى چې په حق ايمان راوړئ.</verse>
				<verse number="14">د دې مقصد دپاره هغۀ تاسو زمونږ د زيرى په وسيله راوبللئ نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په جلال کښې شامل شئ.</verse>
				<verse number="15">نو بيا اے وروڼو او خوېندو، مضبوط شئ او د کوم دستور چې بيا تاسو زمونږ د خولې نه يا مو د خط په وسيله تعليم حاصل کړے دے تاسو په هغې قائم پاتې شئ.</verse>
				<verse number="16">اوس دې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله او زمونږ خُدائ پلار چا چې مونږ سره مينه وکړه او مونږ ته يې د فضل په وسيله ابدى تسلى او ښۀ اُميد راکړو،</verse>
				<verse number="17">هغه دې ستاسو زړونو ته ډاډګيرنه درکړى او په هر نېک کار او خبرو اترو کښې دې تاسو مضبوط کړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">نو اے وروڼو او خوېندو، زمونږ دپاره دُعا کوئ چې د مالِک کلام زر خور شى او هر چرته داسې عزت حاصل کړى څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې حاصل کړے وو.</verse>
				<verse number="2">او دُعا کوئ چې مونږ د بدو او خرابو خلقو نه بچ پاتې شُو ځکه چې ټول ايماندار نۀ دى.</verse>
				<verse number="3">خو مالِک وفادار دے، هغه به تاسو تکړه کړى او هغه به تاسو د شېطان نه بچ کړى.</verse>
				<verse number="4">او ستاسو په حقله زمونږ په مالِک اعتماد دے چې تاسو اوس هم هغه کارونه کوئ او بيا به يې هم کوئ د کوم چې مونږ درته حکم کړے دے.</verse>
				<verse number="5">مالِک دې ستاسو زړونه د خُدائ پاک په مينه او د مسيح په صبر معمور کړى.</verse>
				<verse number="6">اے عزيزانو، مونږ تاسو ته د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په نوم حکم درکوو چې د هغه ايماندارانو سره تعلق مۀ ساتئ څوک چې ناراسته دى او په هغه تعليم عمل نۀ کوى چې مونږ هغوئ له ورکړے دے.</verse>
				<verse number="7">ځکه چې تاسو په خپله خبر يئ چې تاسو ته زمونږ په نقش قدم ژوند تېرول په کار دى او کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ ناراسته نۀ وُو.</verse>
				<verse number="8">او مونږ د چا روټۍ مفت ونۀ خوړه بلکې شپه او ورځ مو خوارى او مشقت سره کار کولو نو چې مونږ په تاسو کښې په چا بوج جوړ نۀ شُو.</verse>
				<verse number="9">مونږ ته دا حق حاصل وو چې تاسو نه روټۍ وغواړو بلکې مونږ داسې ونۀ کړل او په کار کولو مونږ خپل ځان تاسو ته نمونه وګرځولو.</verse>
				<verse number="10">ځکه کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ هغه وخت تاسو ته دا حکم درکړو چې څوک کار کول نۀ غواړى نو هغه دې خوراک هم نۀ کوى.</verse>
				<verse number="11">خو مونږ اورو چې په تاسو کښې ځينې ناراسته ژوند تېروى او هيڅ کار نۀ کوى او بلکې د نورو په کار کښې هم ګوتې وهى.</verse>
				<verse number="12">نو داسې کسانو له مونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم حکم ورکوو او ورته دا وايو چې په آرام سره دې خپل کار کوى او خپله روټۍ دې په خپله ګټى.</verse>
				<verse number="13">زما وروڼو او خوېندو، تاسو په نېک کار کښې همت مۀ بائيلئ.</verse>
				<verse number="14">او کۀ څوک په دې خط کښې زمونږ وئيلے شوې خبرې نۀ منى نو هغه په نظر کښې ساتئ او د هغوئ سره تعلق مۀ ساتئ چې هغوئ وشرميږى.</verse>
				<verse number="15">خو هغوئ دشمنان مۀ ګڼئ بلکې د ايماندارانو وروڼو په شان نصيحت ورته کوئ.</verse>
				<verse number="16">اوس مالِک چې د سلامتۍ سرچينه دے په خپله دې تاسو ته هر وخت او په هر حال کښې سلامتى درکړى. مالِک دې تاسو ټولو سره وى.</verse>
				<verse number="17">زۀ پولوس په خپل لاس درته دا سلامونه ليکم او زما په ټولو خطونو کښې د ثبوت دپاره دا زما د ليکلو نښه او طريقه ده.</verse>
				<verse number="18">زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره وى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="54">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د پولوس د طرف نه خط چې د خلاصوونکى خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح په حکم څوک چې مونږ له اُميد راکوى، د عيسىٰ مسيح رسول دے،</verse>
				<verse number="2">تيموتيوس ته چې په ايمان کښې زما وفادار زوئ دے. په تا دې د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل، رحم او سلامتى وى.</verse>
				<verse number="3">لکه څنګه چې مِکدونيه ته د تلو په وخت ما په تا زور راوړو چې په اِفِسوس کښې پاتې شه او ځينې کسانو له هدايت ورکړه چې غلط تعليم ورنۀ کړى.</verse>
				<verse number="4">تاسو خلقو ته ووايئ چې خپل وخت د خپل پلار نيکۀ د دروغژنو نسب‌نامو په قيصو مۀ ضائع کوئ، کوم چې صرف د خلقو په مينځ کښې د بحث مباحثى سبب کيږى. داسې بحثونه د خُدائ په خدمت کولو کښې بې‌فائدې دى، خو دا کارونه په هغه وخت کښې ممکن دى چې تاسو په خُدائ پاک ايمان ساتئ.</verse>
				<verse number="5">خو زمونږ د داسې هدايت ورکولو نه مقصد هغه مينه ده چې په پاک زړۀ او نېک نيت او رښتينى ايمان سره پېدا کيږى.</verse>
				<verse number="6">خو ځينى خلقو د دې نه مخ واړولو او ګمراه شول او په عبثو خبرو پسې ګرځېدل</verse>
				<verse number="7">دوئ غواړى چې د شريعت اُستاذان جوړ شى، خو هغوئ په خپلو خبرو نۀ پوهيږى چې څۀ وائى خو بيا هم ډېر ډاډه لګيا وى.</verse>
				<verse number="8">مونږ پوهيږو چې شريعت ښۀ دے، خو چې څوک شريعت په قانونى طور استعمال کړى.</verse>
				<verse number="9">خو په کار دے چې مونږ په دې پوهه شُو چې شريعت د نېکانو دپاره نۀ دے بلکې د بې‌شريعته او نافرمانو خلقو دپاره، د بې‌دينه او ګناهګارو دپاره، او د دين سپک کوونکو دپاره، او د هغوئ دپاره دے چې پلار او مور يې وژلى وى، د قاتلانو دپاره،</verse>
				<verse number="10">د حرامکارانو او د بچه بازانو، د اغوا کارو، د دروغژنو او د دروغو قَسم خوړونکو او د دې نه علاوه د رښتينى تعليم د مخالفينو دپاره دے.</verse>
				<verse number="11">دا تعليم د مبارک خُدائ پاک د جلالى زېرى په مطابق دے کوم چې هغۀ ما ته په حواله کړے دے.</verse>
				<verse number="12">زۀ د خپل مالِک عيسىٰ مسيح شُکر کوم چا چې ما له طاقت راکړو او زۀ يې وفاداره وګڼلم او د خپل خِدمت دپاره يې مقرر کړم.</verse>
				<verse number="13">اګر کۀ مخکښې زۀ کُفر غرونکے او عذاب ورکوونکے او ګستاخ سړے وم، خو په ما رحم وشو ځکه چې ما د بې‌ايمانۍ په حالت او په ناپوهۍ کښې دا کارونه کړى وُو.</verse>
				<verse number="14">او زمونږ د مالِک فضل په ما ډېر نازل شو د هغه ايمان او مينې په وجه چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې دے.</verse>
				<verse number="15">دا خبره رښتيا ده او په هر لحاظ د قبلولو جوګه ده، چې عيسىٰ مسيح ګناهګارانو له د خلاصون ورکولو دپاره دُنيا ته راغلو، چې په هغوئ ټولو کښې وړومبے زۀ يم.</verse>
				<verse number="16">او په دې وجه په ما رحم وشو چې په ما وړومبى ګناه ګار کښې عيسىٰ مسيح خپل لوئ صبر څرګند کړى، او زۀ يې د هغه خلقو دپاره مثال وګرځولم څوک چې به په هغۀ د تل ژوندون دپاره ايمان راوړى.</verse>
				<verse number="17">اوس دې د ازلى بادشاه، يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى. آمين.</verse>
				<verse number="18">اے تيموتيوسه زما زويه، زۀ تا له دا هدايات درکوم د هغه پېشګويو په مطابق چې مخکښې ستا په حقله شوى دى، چې تۀ د هغې په مطابق ښۀ منډه ووهې،</verse>
				<verse number="19">او په ايمان او په ښۀ ضمير قائم پاتې شئ. ځينو خلقو د خپل ضمير ونۀ منل، نو د هغوئ د ايمان بيړه غرقه شوه.</verse>
				<verse number="20">په هغوئ کښې هميناوس او سکندر شامل دى چې ما شېطان ته حواله کړل چې هغوئ دا زده کړى چې نور کُفر ونۀ غروى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">نو بيا زۀ د ټولو نه اول په تاسو دا زور راوړم چې خواستونه، دُعاګانې، شفاعت او د ټولو خلقو دپاره شُکر ګزارى کوئ،</verse>
				<verse number="2">د بادشاهانو او د ټولو لويو مرتبو خلقو دپاره دُعا کوئ، نو چې مونږ د آرام او پُراَمنه او د ديندارۍ او د عزت ژوند تېر کړُو.</verse>
				<verse number="3">داسې کول زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک په نزد نېک او راضى کوونکى دى.</verse>
				<verse number="4">هغه غواړى چې ټول خلق خلاصون ومومى او د حقيقت عِلم ورته حاصل شى.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې يو خُدائ پاک دے او د خُدائ پاک او د انسان تر مينځه مينځګړے هم يو دے، يعنې عيسىٰ مسيح، چې خپله بنى آدم دے</verse>
				<verse number="6">چا چې خپل ځان د ټولو دپاره فديه کړو او په مناسب وخت کښې دا ثابته هم شوه.</verse>
				<verse number="7">زۀ د دې دپاره بيان کوونکے او رسول او غېرو يهوديانو ته د ايمان او حقيقت خبرې ښوونکے مقرر شوم، دا زۀ دروغ نۀ وايم بلکې رښتيا وايم.</verse>
				<verse number="8">نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بې‌ګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى.</verse>
				<verse number="9">او ښځې دې هم دغه شان خپل ځانونه د حيا، شرافت او پرهيزګارۍ په جامه کښې سمبالوى، او په کمڅو، سرو زرو او ملغلرو او قيمتى جامو سره دې ځانونه نۀ سنګاروى،</verse>
				<verse number="10">بلکې په نېکو عملونو دې خپل ځان سنګاروى څنګه چې ديندارو ښځو له مناسب دى.</verse>
				<verse number="11">ښځې دې په خاموشۍ او په پوره تابعدارۍ سره زده کړه کوى.</verse>
				<verse number="12">او زۀ يوې ښځې ته اجازت نۀ ورکوم چې سړو ته تعليم ورکړى يا دې په هغوئ روب اچوى، بلکې هغه دې خاموشه وى.</verse>
				<verse number="13">ځکه چې اول آدم پېدا کړے شو د هغۀ نه پس بى‌بى حوا.</verse>
				<verse number="14">او شېطان آدم دوکه نۀ کړو بلکې ښځه يې دوکه کړې وه او ګناهګاره شوه.</verse>
				<verse number="15">خو ښځې به د اولاد په پېدا کولو سره نجات حاصلوى، په دې شرط چې په ايمان، مينه او پاکيزګۍ کښې به د پرهيزګارۍ سره ژوند تېروى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">دا خبره رښتيا ده چې څوک د جماعت د مشر جوړېدلو خواهش کوى نو هغه د عزت کار غواړى.</verse>
				<verse number="2">نو په کار دى چې د جماعت مشر د اِلزام نه پاک، د يوې ښځې خاوند، پرهيزګار، شريف، د عزت قابل مېلمه دوست او د تعليم ورکولو لائق وى،</verse>
				<verse number="3">چې نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، بلکې نرم مزاجه وى او نۀ بحث کوونکے او نۀ د پېسو لالچى وى.</verse>
				<verse number="4">په کار ده چې هغه خپل خاندان په ښۀ طريقه وساتى او د خپلو بچو ښۀ تربيت وکړى چې د هغۀ احترام او فرمانبردارى کوى.</verse>
				<verse number="5">ځکه کۀ چرې يو سړے د خپل کور په بندوبست کولو نۀ پوهيږى نو هغه به د خُدائ پاک د جماعت ساتنه څنګه وکړى؟</verse>
				<verse number="6">په کار دے چې هغه دې نوے ايماندار نۀ وى، هسې نه چې هغه مغروره شى او خُدائ پاک يې مجرم وګرځوى لکه څنګه چې يې اِبليس ګرځولے وو.</verse>
				<verse number="7">او د دې نه علاوه په کار دى چې هغه د جماعت نه بهر په خلقو کښې نېکنامه وى، او بدنامه نۀ وى نو چې د اِبليس په جال کښې راګېر نۀ شى.</verse>
				<verse number="8">خادِمان دې هم دغه شان ادب ناک وى، دوه ژبې يا شرابى يا د ناجائزه مال دولت لالچيان دې نۀ وى.</verse>
				<verse number="9">او په کار دى چې هغوئ د ايمان راز په صفا زړۀ قائم وساتى.</verse>
				<verse number="10">او هغوئ دې اول وآزمائيلے شى، کۀ چرې هغوئ بې‌اِلزامه ثابت شى نو د خِدمت کار ته يې پرېږدئ.</verse>
				<verse number="11">ښځې دې هم دغه شان ادب ناکې وى، غېبت کوونکې دې نۀ وى بلکې پرهيزګارې او په ټولو خبرو کښې دې ايماندارې وى.</verse>
				<verse number="12">خادِم دې تش د يوې ښځې خاوند وى، او هغوئ دې د خپلو بچو او د خپل خاندان په ښۀ طريقې سره بندوبست کوى.</verse>
				<verse number="13">ځکه چې کوم خادِمان چې د خِدمت کار په ښۀ شان کوى، هغوئ به عزتمند وګڼلے شى او په هغه ايمان کښې چې په عيسىٰ مسيح باندې دے ډېره زړۀ ورتيا ومومى.</verse>
				<verse number="14">زۀ اُميد کوم چې تاسو له زر درشم، خو زۀ بيا هم تاسو ته دا هدايات ليکم چې،</verse>
				<verse number="15">کۀ زما په درتلو کښې ډيل وشى نو چې تاسو خبر يئ چې د خُدائ پاک په کور کښې مونږ له څنګه سلوک په کار دے، يعنې د ژوندى خُدائ پاک په جماعت کښې کوم چې د حق ستن او بنياد دے.</verse>
				<verse number="16">په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو، او په غېر قومونو کښې د هغۀ پېغام خور شو، او په ټولې دُنيا کښې خلقو په هغۀ ايمان راوړو، او په جلال کښې بره پورته کړے شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">نو روحُ القُدس صفا وائى چې په آخرو زمانو کښې به ځينې خلق د بې‌لارې کوونکو روحونو او شېطانى تعليمونو طرف ته توجو شى او د ايمان نه به واوړى.</verse>
				<verse number="2">دا به د هغه دروغژنو خلقو د رياکارۍ په سبب وى، د چا ضمير چې مړ شوے وى.</verse>
				<verse number="3">هغوئ به خلق د وادۀ کولو نه منع کوى، او هغوئ به خلق د ځينې هغه خوراکونو نه منع کوى چې خُدائ پاک د دې دپاره پېدا کړى دى چې ايمان راوړونکى او حق پېژندونکى دې په شُکر ګزارۍ سره خورى.</verse>
				<verse number="4">ځکه هر څۀ چې خُدائ پاک پېدا کړى دى هغه ښۀ دى او د څۀ نه هم اِنکار کول نۀ دى په کار، او څۀ چې ملاويږى په شُکر ګزارۍ سره يې خورئ،</verse>
				<verse number="5">ځکه چې دا د خُدائ پاک په کلام او د دُعا په وسيله پاک شوى دى.</verse>
				<verse number="6">کۀ چرې تۀ دا هدايات د وروڼو او خوېندو په وړاندې پېش کړې نو تۀ به د عيسىٰ مسيح هغه ښۀ خادِم يې څوک چې د ايمان په خبرو او نېک تعليم پائى او عمل پرې کوى.</verse>
				<verse number="7">د بې‌دينۍ د بحث او د زړو ښځو د قيصو نه ځان ساته او د دې په ځائ خپل ځان ته د ديندارۍ تربيت ورکوه.</verse>
				<verse number="8">ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى.</verse>
				<verse number="9">دا خبره رښتيا ده او په پوره شان د قبلولو وړ ده.</verse>
				<verse number="10">مونږ محنت او خوارى ځکه کوُو چې زمونږ اُميد په هغه ژوندى خُدائ پاک دے څوک چې د ټولو خلقو او خاص د ايمان راوړونکو خلاصونکے دے.</verse>
				<verse number="11">د دې خبرو تاکيد کوه او تعليم يې ورکوه.</verse>
				<verse number="12">هيڅوک دې ستا ځوانۍ ته سپک ونۀ ګورى، بلکې تۀ د ايماندارانو دپاره په خبرو کولو، چال چلن، مينه، ايمان او پاکۍ کښې نمونه جوړ شه.</verse>
				<verse number="13">ترڅو چې زۀ نۀ يم راغلے، نو د خلقو په مينځ کښې د کلام په تلاوت او نصيحت کولو او تعليم ورکولو کښې بوخت اوسه.</verse>
				<verse number="14">د هغه روحانى نعمت نه مۀ بې‌غوره کېږه چې تا ته د پېشګويۍ په وسيله د جماعت د مشرانو د لاس اېښودلو په وخت درکړے شو.</verse>
				<verse number="15">په دې خبرو عمل کوه او خپل ځان په دې کښې مشغول کړه چې ستا ترقى ټولو ته ښکاره شى.</verse>
				<verse number="16">د خپل ځان او د خپل تعليم ډېر خيال کوه او پرې قائم پاتې شه ځکه چې په داسې کولو به تۀ د خپل ځان او د خپلو اورېدونکو د خلاصون سبب شې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">مشر سړى ته سختې خبرې مۀ کوه بلکې هغۀ ته خواست کوه او د خپل پلار په شان خبرې ورسره کوه او ځوانانو سره د وروڼو په شان سلوک کوه.</verse>
				<verse number="2">او زړې ښځې د ميندو په شان ګڼه او ځوانې ښځې په پوره پاکۍ سره خوېندې ګڼه.</verse>
				<verse number="3">د کونډو عزت کوه څوک چې واقعى ضرورتمندې وى.</verse>
				<verse number="4">کۀ د کونډې بچى يا نمسى وى نو هغوئ دې د ټولو نه اول د خپل خاندان ذمه وارى وپېژنى کومه چې د هغوئ مذهبى فريضه هم ده، او هغوئ دې داسې د خپل مور پلار او نيکونو حق ادا کړى ځکه چې داسې کول د خُدائ پاک خوښ دى.</verse>
				<verse number="5">کومه کونډه چې واقعى يواځې وى او د هغې هيڅوک هم نۀ وى، هغه په خُدائ پاک اُميد ساتى او شپه ورځ به په زارۍ او دُعا کښې آخته وى.</verse>
				<verse number="6">خو کومه کونډه چې په عېش عشرت آخته ده، نو هغه په ژوندانۀ مړه ده.</verse>
				<verse number="7">د دې خبرو نصيحت هم ورته وکړه چې هغوئ د اِلزام نه بچ پاتې شى.</verse>
				<verse number="8">او کۀ څوک د خپلوانو او خاص د خپل خاندان د خلقو خيال نۀ ساتى نو هغه د ايمان نه منکر او د بې‌ايمانه نه هم بدتر دے.</verse>
				<verse number="9">هغه کونډه دې د امداد په فهرست کښې وليکلے شى کومه چې د شپېتو کالو نه کمه نۀ وى او چې يو ځل وادۀ شوې وى.</verse>
				<verse number="10">په کار ده چې هغه په خپلو نېکو کارونو کښې مشهوره وى، خپل بچى يې رالوئ کړى وى، د مسافرو مېلمستيا يې کړې وى، د مقدسينو پښې يې وينځلې وى، د مصيبت ځپلو مدد يې کړے وى او چې خپل ځان يې د هر ښۀ کار کولو دپاره وقف کړے وى.</verse>
				<verse number="11">خو د ځوانو کونډو نومونه په فهرست کښې مۀ ليکئ ځکه کله چې د هغوئ شهوت هغوئ د مسيح نه لرى کړى نو هغوئ بيا د وادۀ خواهش کوى،</verse>
				<verse number="12">او په دې وجه به هغوئ د سزا لائقې وګرځى ځکه چې په نِکاح کښې شوې هغوئ خپله اولنۍ وعده ماته کړه.</verse>
				<verse number="13">او د دې نه علاوه هغوئ کور په کور ګرځى او بې‌کاره اوسېدل زده کوى، او نۀ صرف بې‌کاره ګرځى بلکې غېبت کوى او د نورو په کار کښې ګوتې وهى او هغه خبرې کوى چې ورته نۀ دى کول په کار.</verse>
				<verse number="14">نو زما نصيحت دا دے چې ځوانې کونډې دې وادۀ وکړى هغوئ دې بچى پېدا کړى او د کور اِنتظام دې سمبال کړى او مخالفينو له دې د بدې وينا کولو موقع ورنۀ کړى.</verse>
				<verse number="15">ځکه چې څۀ کونډې ګمراه شوې او د شېطان په لاره روانې دى.</verse>
				<verse number="16">کۀ د يوې ايماندارې ښځې په رشته‌دارو کښې نورې غريبې کونډې وى نو هغه دې په خپله د هغوئ مدد کوى او په جماعت دې بوج نۀ اچوى، نو داسې به جماعت د هغه ضرورتمندو کونډو څوک چې په رښتيا حقدارې دى مدد وکړى.</verse>
				<verse number="17">هغه مشران چې د جماعت ښۀ اِنتظام کوى، او خاص هغوئ چې په کلام اورولو او په تعليم ورکولو کښې خوارى کوى، هغوئ دې يو په دوه د عزت لائق وګڼلے شى.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې د خُدائ پاک کلام فرمائى چې، ”تاسو د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ،“ او بل ځائ فرمائى، ”مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.“</verse>
				<verse number="19">کوم اِلزام چې د يو مشر په خِلاف وشى نو هغه د دوو يا د درېو ګواهانو د ګواهۍ نه بغېر مۀ منه.</verse>
				<verse number="20">څوک چې ګناه کوى، هغوئ د ټول جماعت په وړاندې ملامت کړئ د دې دپاره چې نور خلق هم وۀ يريږى.</verse>
				<verse number="21">زۀ د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح او د غوره شوو فرښتو په مخکښې تا له حُکم درکوم او تاکيد کوم چې په دې هداياتو بغېر د تعصب نه عمل کوه او د هيچا طرفدارى مۀ کوه.</verse>
				<verse number="22">په چا زر لاس مۀ کېږده چې د خُدائ پاک د خِدمت دپاره مخصوص شى، او د نورو په ګناهونو کښې مۀ شريک کېږه. خپل ځان پاک وساته.</verse>
				<verse number="23">صرف اوبۀ مۀ څښه بلکې د خپلې معدې او اکثر د ناجوړه کېدو په وجه لږ شان مے هم استعمالوه.</verse>
				<verse number="24">د څۀ کسانو ګناهونه ښکاره وى او هغوئ عدالت ته پېش کړى، خو د ځينو ګناهونه به وروستو ښکاره شى.</verse>
				<verse number="25">دغه شان د ځينې خلقو ښۀ کارونه هم ليدلے کيږى، خو کوم ښۀ کارونه چې په پټه شوى وى، نو هغه به هم يوه ورځ ښکاره شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">هغوئ ټول چې د غلامۍ د جغ د لاندې دى، هغوئ دې خپل مالِکان پوره د عزت لائق وګڼى چې د خُدائ پاک نوم او زمونږ تعليم بدنام نۀ شى.</verse>
				<verse number="2">خو هغه غلامان چې مالِکان يې ايمانداران وى، هغوئ دې خپل مالِکان د ورورولۍ په سبب سپک نۀ ګڼى، بلکې نور زيات خِدمت دې هم کوى، ځکه څوک چې د دوئ د ښۀ خدمت نه فائده اخلى هغه ايمانداران او د مينې قابل دى. بيا تۀ د دې خبرو تعليم او ډاډ ورکوه چې د هغوئ ښۀ تابعدارى کوى.</verse>
				<verse number="3">کۀ څوک غلط تعليم ورکوى او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح خبرې او د هغۀ هغه تعليم نۀ منى کوم چې د ديندارۍ په مطابق دے،</verse>
				<verse number="4">هغه مغرور دے او په هيڅ نۀ پوهيږى، او هغۀ ته د بحث مباحثى او زبانى تکرار بيمارى ده او د دې په وجه کينه او جګړې او بده وينا او بدګُمانى رامينځ ته کيږى،</verse>
				<verse number="5">او د هغوئ په مينځ کښې مدام بحث پېدا کيږى د چا عقل چې خراب شوے دے، او د حق نه محروم دى او هغوئ ديندارى تش د ګټې ذريعه ګڼى.</verse>
				<verse number="6">يقيناً چې د قناعت سره ديندارۍ کښې لويه ګټه ده،</verse>
				<verse number="7">ځکه چې نۀ خو مونږ دُنيا ته څۀ راوړى دى او نۀ مونږ د دې نه څۀ وړلے شُو.</verse>
				<verse number="8">خو کۀ مونږ سره خوراک او جامې وى نو مونږ دې په هغې خوشحاله يُو.</verse>
				<verse number="9">خو څوک چې مالداره کېدل غواړى نو هغوئ په آزمېښتونو او د ډېرو نورو عبثو نقصانى خواهشونو په دام کښې راګېر شى کوم چې خلق د تباهۍ او هلاکت په درياب کښې غرقوى.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې د پېسو مينه د هر قِسم بدۍ بېخ دے، او د مالداره کېدو په لالچ کښې څۀ خلق د ايمان نه ګمراه شول او خپل ځانونه يې په قِسما قِسم غمونو غلبيل کړل.</verse>
				<verse number="11">خو اے د خُدائ پاک بنده، تۀ د دې ټولو خبرو نه ځان وساته او د صداقت، ديندارۍ، ايمان، مينې، صبر او په نرم طبيعت پسې کوشش کوه.</verse>
				<verse number="12">د ايمان په جنګ کښې ښۀ وجنګېږه، او په هغه ابدى ژوندون قبضه وکړه د کوم دپاره چې تۀ رابللے شوے يې او د کوم چې تا د ډېرو ګواهانو په وړاندې ډاډه اقرار کړے وو.</verse>
				<verse number="13">زۀ تاسو ته حُکم درکوم د هغه خُدائ پاک په وړاندې چې ټولو څيزونو له ژوند ورکوى، او د عيسىٰ مسيح په وړاندې چا چې د پنطوس پيلاطوس په مخکښې ډاډه اقرار کړے وو،</verse>
				<verse number="14">او تۀ زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د ظاهرېدو تر ورځې پورې دا حُکم بې‌داغه او بې‌اِلزامه وساته.</verse>
				<verse number="15">نو خُدائ پاک به هغه په مناسب وخت را ښکاره کړى، او خُدائ پاک واحد، مبارک حکمران، د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک دے.</verse>
				<verse number="16">دا واحد هغه دے چې څوک غېر فانى دے او هغه په هغه بې‌مثاله نُور کښې اوسيږى چې نۀ چا ليدلے او نۀ به يې ووينى. د هغۀ عزت او بادشاهى دې تل تر تله وى، آمين.</verse>
				<verse number="17">او څوک چې د دې موجوده زمانې دولتمند دى هغوئ ته حُکم ورکړه چې مغرور کيږى دې نه، او نۀ دې په نا اعتباره مال څۀ اُميد کوى، بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى.</verse>
				<verse number="18">هغوئ دې نېکى کوى او په ښو کارونو کښې دې مالداره شى، او سخاوت دې کوى او مدد کولو ته دې تيار اوسى.</verse>
				<verse number="19">نو دغه شان به هغوئ ځان دپاره يوه داسې خزانه رايوځائ کړى چې په راروان وخت کښې به د هغوئ دپاره يو مضبوط بنياد وى او په هغې به هغوئ رښتينے ژوندون تر لاسه کړى.</verse>
				<verse number="20">اے تيموتيوسه، د هغه څۀ حفاظت کوه کوم چې تا ته حواله شوے دے. او د هغه عبثو او فضولو خبرو نه لرې اوسه کوم ته چې تش په نامه عِلم وئيل کيږى.</verse>
				<verse number="21">د دې بحثونو په وجه څۀ کسان د ايمان نه واوړېدل. په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="55">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د پولوس د طرف نه چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح رسول دے، او د دې دپاره چې په عيسىٰ مسيح کښې وعده شوے ژوند خلقو ته ورسوى.</verse>
				<verse number="2">زۀ خپل خوږ زوئ تيموتيوس ته دا خط ليکم. د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل، رحم او سلامتى دې په تا وى.</verse>
				<verse number="3">زۀ د هغه خُدائ پاک شُکر کوم د چا عبادت چې زۀ په صفا زړۀ د خپل پلار نيکۀ په شان کوم، او زۀ هر وخت شپه او ورځ په خپلو دُعاګانو کښې تا يادوم.</verse>
				<verse number="4">کله چې زۀ ستا هغه د جدايۍ د وخت اوښکې رايادې کړم، نو تا سره د بيا ليدو خواهشمند يم، د دې دپاره چې د خوشحالۍ نه ډک شم.</verse>
				<verse number="5">ما ته ستا د مينې نه هغه ډک ايمان راياديږى کوم چې اول ستا د نيا لوئيس او ستا د مور يونيکې وو، او اوس زما يقين دے چې ستا هم دے.</verse>
				<verse number="6">په دې وجه زۀ تا ته دا خبره دريادوم چې تۀ د خُدائ پاک د هغه نعمت اور ته پوکے ورکړه کوم چې زما د لاس د کېښودلو په وسيله تا ته حاصل دے.</verse>
				<verse number="7">ځکه چې خُدائ پاک مونږ له بُزدله زړۀ نۀ دے راکړے بلکې راله يې زړَورتوب، مينه او په ځان د قابو ساتلو قدرت راکړے دے.</verse>
				<verse number="8">نو بيا زمونږ د مالِک په حقله د ګواهۍ ورکولو يا زما نه چې د هغۀ قېدى يم، مۀ شرمېږه، بلکې د خُدائ پاک د قدرت په وسيله د زيرى د خاطره ما سره په تکليفونو کښې شريک شه.</verse>
				<verse number="9">خُدائ پاک مونږ له خلاصون راکړو او مونږ يې خپل مقدس ژوند ته راوبللو. هغۀ دا زمونږ د نېکو کارونو په خاطر ونۀ کړو، بلکې دا د اول نه زمونږ دپاره د هغۀ منصوبه وه، يعنې د ازل نه، چې د عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ خپل فضل وکړى.</verse>
				<verse number="10">خو اوس دا زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په راتلو سره ښکاره شو چا چې مرګ نشت کړو، او هغه ژوند يې شتۀ کړو او غېر فانى ژوندون يې د زيرى په وسيله څرګند کړو.</verse>
				<verse number="11">د دې زېرى د بيانولو دپاره زۀ رسول او اُستاذ مقرر شوم،</verse>
				<verse number="12">او هم په دې وجه زۀ دا تکليفونه زغمم. خو زۀ نۀ شرمېږم، ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.</verse>
				<verse number="13">هغه معيارى تعليم چې تا زما نه په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان او مينې په وسيله واورېدو په هغې معيار ژوند تېروه.</verse>
				<verse number="14">د هغه روحُ القُدس په وسيله چې په مونږ کښې اوسيږى د هغه قيمتى خزانې حفاظت وکړه چې تا ته سپارلے شوې ده.</verse>
				<verse number="15">څنګه چې تاسو ته پته ده چې د آسيه صوبې ټول خلق سره د فوګلوسه او هرموګينيسه زما نه منکر شول.</verse>
				<verse number="16">مالِک دې د اُنيسفرس په خاندان رحم وکړى ځکه چې زۀ اکثر هغوئ په هر لحاظ تازه کړے يم، او زما د زولنو نه ونۀ شرمېدو،</verse>
				<verse number="17">خو کله چې هغه روم ته راغلو نو ډېر په ليوالتيا يې زما لټون وکړو او زۀ يې وموندلم.</verse>
				<verse number="18">مالِک دې په هغه لويه ورځ په هغۀ رحم وکړى، او تۀ ښۀ خبر يې چې په اِفِسوس کښې هغۀ څومره ډېر خِدمت وکړو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">نو اے زما زويه، نو بيا تۀ په هغه فضل مضبوط شه چې په عيسىٰ مسيح کښې دے.</verse>
				<verse number="2">او کومې خبرې چې تا د ډېرو ګواهانو په موجودګۍ کښې زما نه اورېدلى دى هغه داسې وفادارو کسانو ته په حواله کړه څوک چې نورو ته د تعليم ورکولو لائق وى.</verse>
				<verse number="3">د عيسىٰ مسيح د يو ښۀ سپاهى په شان ما سره په سختو زغملو کښې شريک شه.</verse>
				<verse number="4">يو فوجى خپل ځان په روزمره معاملو کښې نۀ راګېروى ځکه چې د هغۀ مقصد د خپل آفسر زړۀ ساتل وى.</verse>
				<verse number="5">او د لوبغاړى په صورت کښې هم تر هغې چا ته انعام نۀ ورکولے کيږى ترڅو چې يې په قانونى توګه مقابله نۀ وى کړى.</verse>
				<verse number="6">کوم زميندار چې محنت کوى نو په کار دے چې د فصل وړومبۍ حِصه هغۀ ته ورکړے شى.</verse>
				<verse number="7">څۀ چې زۀ وايم په هغې باندې سوچ وکړه نو بيا به مالِک تا له د ټولو خبرو پوهه درکړى.</verse>
				<verse number="8">ياد ساته چې عيسىٰ مسيح د مړو نه راژوندے شوے دے او د داؤد د نسل نه دے، دا زما زيرے دے،</verse>
				<verse number="9">د کوم دپاره چې ما سختۍ وزغملې تر دې چې د مجرم په شان په زنځير وتړلے شوم، خو د خُدائ پاک کلام په زنځير تړلے کېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="10">په دې وجه زۀ د غوره شوو د خاطره دا هر څۀ په خپل ځان برداشت کوم نو د دې دپاره چې هغوئ هم هغه خلاصون او ابدى جلال چې د عيسىٰ مسيح په وسيله دے حاصل کړى.</verse>
				<verse number="11">دا خبرې رښتيا دى چې، ”کۀ مونږ د هغۀ سره مړۀ شُو نو مونږ به د هغۀ سره ژوندى هم شُو.</verse>
				<verse number="12">کۀ مونږ سختۍ وزغمو نو د هغۀ سره به بادشاهى هم کوُو، کۀ مونږ د هغۀ نه منکر شُو نو هغه به هم زمونږ نه منکر شى.</verse>
				<verse number="13">کۀ مونږ بې‌وفا شُو خو هغه به وفادار پاتې شى، ځکه چې هغه نۀ شى کولے چې د خپل ځان نه اِنکار وکړى.“</verse>
				<verse number="14">دا خبرې هغوئ ته وريادې کړه او د خُدائ پاک په وړاندې ورته خبردارے ورکړه چې لفظى تکرار دې ونۀ کړى، ځکه چې د دې نه هيڅ نۀ جوړيږى بلکې صرف اورېدونکى بربادوى.</verse>
				<verse number="15">خپل ځان د خُدائ پاک په وړاندې مقبول او د يو داسې خدمتګار په شان د پېش کولو کوشش وکړه چې په خپل کار نۀ شرميږى، او چې د حق د کلام تعليم په صحيح توګه پېش کوى.</verse>
				<verse number="16">د فضولو خبرو نه خپل ځان ساته ځکه چې دا خلق لا نور د بې‌دينۍ طرف ته بوځى.</verse>
				<verse number="17">د هغوئ خبرې لکه د ناسور په شان خوريږى، او هميناوس او فيلتوس په هغوئ کښې دى</verse>
				<verse number="18">څوک چې د حقيقت نه بې‌لارې شوى دى او داسې دعوىٰ کوى چې د بيا راژوندى کېدلو وخت خو وشو. او هغوئ د څۀ خلقو ايمان خرابوى.</verse>
				<verse number="19">خو بيا هم د خُدائ پاک بنياد مضبوط دے او په هغې دا ليکلى دى چې، ”مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او، ”څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.“</verse>
				<verse number="20">په لوئ کور کښې نۀ يواځې د سرو زرو او سپينو زرو لوښى وى بلکې د لرګى او خاورين لوښى هم وى، دا څۀ د خاص او څۀ د عام استعمال دپاره وى.</verse>
				<verse number="21">څوک چې خپل ځانونه د هغه څيزونو نه پاک کړى چې شرمناک وى نو هغه به د خاص استعمال او د عزت لوښى شى او د کور د مالِک د هر ښۀ کار دپاره به تيار او فائده مند وى.</verse>
				<verse number="22">نو د ځوانۍ د خواهشاتو نه تېښته کوه، او د هغې په ځائ د صداقت، ايمان او مينې او د صُلحې طلبګار اوسه، او بيا د هغه کسانو سره شامل شه څوک چې د مالِک نه په پاک زړۀ سره دُعا غواړى.</verse>
				<verse number="23">خو د بې‌وقوفۍ او د جهالت د بحثونو نه ځان په ډډه ساته، ځکه تا ته پته ده چې د دې نه صرف جګړې جوړيږى.</verse>
				<verse number="24">او دا په کار نۀ دى چې د مالِک خادِم دې جګړمار وى، بلکې هغه دې د ټولو سره نرمى کوى او هغه دې قابل اُستاذ او صبرناک وى.</verse>
				<verse number="25">او هغوئ دې مخالفت کوونکى په نرمۍ سره سم کړى ځکه چې کېدے شى چې خُدائ پاک هغوئ ته د توبې کولو توفيق ورکړى نو چې هغوئ حق وپېژنى.</verse>
				<verse number="26">نو بيا به هغوئ د اِبليس د دام نه آزاد شى چا چې دوئ د خپلې مرضۍ د پوره کولو دپاره په هغې کښې نيولى وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">خو تاسو په دې پوهه شئ چې په آخرى ورځو کښې به سخت وختونه راځى.</verse>
				<verse number="2">ځکه چې خلق به خود غرضه، لالچيان، لافې کوونکى، مغروره، ګستاخه، د مور پلار نافرمانه، ناشُکره، بې‌دينه،</verse>
				<verse number="3">بې‌رحمه، سخت زړۀ لرونکى، غېبت کوونکى، نۀ زغمونکى، بد خويه، د نېکۍ دشمن،</verse>
				<verse number="4">دوکه باز، بې‌پرواه، کبرژن، او د خُدائ پاک په نسبت عېش زيات خوښوونکى وى.</verse>
				<verse number="5">هغوئ به په ظاهره د ديندارۍ نمائش کوى خو په زړۀ کښې به يې يقين نۀ وى. د داسې خلقو نه ځان ساته.</verse>
				<verse number="6">په دوئ کښې هغه خلق دى څوک چې کورونو ته په څۀ چل ورننوځى او هغه کم عقلې ښځې په خپل قابو کښې راولى کومې چې په خپلو ګناهونو کښې راګېرې وى او چې د رنګارنګ خواهشونو لاندې راګېرې وى.</verse>
				<verse number="7">داسې ښځې همېشه د زده کولو کوشش کوى خو حق پېژندلو ته نۀ رسيږى.</verse>
				<verse number="8">او څنګه چې ينيس او يمبريس د موسىٰ مخالفت کړے وو، نو دې بې‌عقلو او دروغژنو ايمان لرونکو سړو هم د حقيقت مخالفت وکړو.</verse>
				<verse number="9">خو هغوئ به ډېره ترقى ونۀ کړى ځکه چې د هغه دوو سړو په شان به د دوئ کم عقلتوب هم هر چا ته څرګند شى.</verse>
				<verse number="10">خو تۀ زما د تعليم، زما د چال چلن، زما د ژوند د مقصد، زما د ايمان، زما د زغم، زما د مينې او په ايمان کښې زما د مضبوطوالى نه خبر يې.</verse>
				<verse number="11">تا ته پته ده د هغه سختۍ او تکليفونو يعنې هغه تکليفونه کوم چې په اَنطاکيه، اِکونيوم او په لستره کښې په ما راغلل خو مالِک زۀ د هغې ټولو نه بچ کړم.</verse>
				<verse number="12">په حقيقت کښې هر هغه څوک چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې په ديندارۍ ژوند تېرول غواړى، نو هغوئ به زورول کيږى.</verse>
				<verse number="13">خو خراب او دوکه باز خلق به نورو له په دوکه ورکولو او دوکه خوړلو کښې لا زياتيږى.</verse>
				<verse number="14">خو تۀ په هغه خبرو عمل کوه کومې چې تا ته درښودلے شوې دى او ستا يقين دے چې هغه رښتيا دى، او تۀ په دې پوهه يې چې چا تا ته درښودلى دى.</verse>
				<verse number="15">او تۀ د وړوکوالى نه د هغه پاکو صحيفو نه خبر يې، کومې چې تا ته په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په وسيله د خلاصون پوهه درکوى.</verse>
				<verse number="16">هره يوه صحيفه د خُدائ پاک د خوا نه الهام شوې ده او دا د تعليم ورکولو، ملامتولو، د اصلاح او د صادقه تربيت دپاره فائده مندې هم دى،</verse>
				<verse number="17">د دې دپاره چې د خُدائ پاک خِدمتګاران د دې قابل شى او د هر نېک کار کولو دپاره تيار شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح په حضور کښې څوک چې به د ژوندو او د مړو عدالت کوى، او د هغۀ د ظاهرېدو او د بادشاهۍ په ياد کښې زۀ په تا زور راوړم چې،</verse>
				<verse number="2">تۀ د کلام زيرے ورکوه او وخت ناوخته دې کار ته تيار اوسه، او په تعليم ورکولو کښې په صبر سره د هغوئ اصلاح کوه او ملامتوه يې او ورته ډاډګيرنه هم ورکوه.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې داسې وخت راروان دے چې خلق به صحيح تعليم نۀ زغمى، بلکې د خپلې خوښې په مطابق به داسې اُستاذان راټول کړى چې هغوئ ته به هغه څۀ وښائى چې کوم اورېدل غواړى.</verse>
				<verse number="4">خو هغوئ به حق ته غوږ نۀ کېږدى او فرضى قيصو پسې به ګرځى.</verse>
				<verse number="5">خو تۀ په هر حالت کښې خپل ځان په هوش کښې ساته، سختۍ وزغمه، د زيرى کار کوه او د خُدائ پاک د خادِم په حيث خپل خِدمت پوره کوه.</verse>
				<verse number="6">ترڅو چې زما خبره ده زۀ خو د مخکښې نه لکه د ميو نذرانې په شان په قربان‌ګاه شيندلے شوے يم او زما د رخصتېدو وخت راغلے دے.</verse>
				<verse number="7">ما ښۀ جنګ وکړو، خپله منډه مې پوره کړه، او تر آخره په خپل ايمان قائم پاتې شوم.</verse>
				<verse number="8">نو د اوس نه د صداقت تاج زما دپاره تيار دے، کوم چې به د صداقت قاضى مالِک ما ته په هغه ورځ راکړى، او دا صرف زما دپاره نه بلکې د هغوئ ټولو دپاره هم دے څوک چې د هغۀ د راتلو خواهشمند دى.</verse>
				<verse number="9">خو کوشش وکړه چې ما له زر تر زره راشئ.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې ديماس د دې موجوده دُنيا په مينه کښې زۀ پرېښودلم او تِسالونيکې ته لاړو او کريسکينس ګلتيه ته لاړو او تيطوس دلماتيه ته لاړو.</verse>
				<verse number="11">صرف لوقا ما سره دے خو مرقوس راپېدا کړه او ځان سره يې راوله ځکه چې هغه زما سره په خِدمت کښې فائده مند دے.</verse>
				<verse number="12">ما تخيکوس اِفِسوس ته لېږلے دے.</verse>
				<verse number="13">کله چې تۀ راځې هغه چُوغه چې ما د ترواس په ښار کښې د کرپس په کور کښې پرېښې ده او زما کتابونه او خاص کر زما هغه د څرمنې نسخې هم ځان سره راوړه.</verse>
				<verse number="14">سکندر مسګر ما ته لوئ نقصان راکړے دے. خو مالِک خُدائ به هغۀ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړى.</verse>
				<verse number="15">او تۀ هم د هغۀ نه ځان ساته، ځکه چې هغۀ زمونږ د پېغام ډېر په سختۍ سره مخالفت کړے دے.</verse>
				<verse number="16">په عدالت کښې زما د اولنۍ پېشۍ په وخت څوک هم ما سره ونۀ درېدل بلکې ټولو زۀ ځانله پرېښودم. خُدائ دې هغوئ په دې ګناه ونۀ نيسى.</verse>
				<verse number="17">خو مالِک ما سره ودرېدو او هغۀ ما له طاقت راکړو، چې زما په وسيله دا پېغام پوره بيان کړے شى چې ټول غېر‌يهوديان يې واورى. نو زۀ د زمرى د خُلې نه دغه شان بچ کړے شوم.</verse>
				<verse number="18">مالِک به ما د هر شېطانى حملې نه بچ کوى او خپلې آسمانى بادشاهۍ ته به مې په حفاظت رسوى. د هغۀ لوئى دې تل تر تله وى. آمين.</verse>
				<verse number="19">په پرسکله، اکوله او د اُنيسفرس په خاندان مې سلام ووايه.</verse>
				<verse number="20">اِراستوس په کورنتوس کښې ايسار شو او تروفيموس ما په ميليتوس کښې بيمار پرېښودو.</verse>
				<verse number="21">خپل کوشش پوره وکړه چې د ژمى نه مخکښې راشې. يوبولوس، پودنس، لينوس، کلوديه او نور ټول وروڼه او خوېندې درته سلام وائى.</verse>
				<verse number="22">مالِک دې ستاسو مل وى او په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="56">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">دا خط د پولوس د خوا نه دے چې د خُدائ پاک غلام او د عيسىٰ مسيح رسول دے. زۀ د دې دپاره مقرر شوے يم چې هغه خلقو ته د ايمان په حقله بيان وکړم کوم چې خُدائ پاک غوره کړى دى او هغوئ ته د حقيقت تعليم ورکړم چې ورته د ديندارۍ ژوند تېرول ورزده کړى.</verse>
				<verse number="2">دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى.</verse>
				<verse number="3">په مقرر وخت هغۀ خپل کلام ظاهر کړو، کوم چې مونږ هر چا ته بيانوو. او دا زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک په حکم ما ته دا کار وسپارلے شو.</verse>
				<verse number="4">زۀ دا خط تيطوس ته ليکم چې په ايمان کښې ما سره شريک زما وفادار زوئ دے. خُدائ پلار او زمونږ خلاصونکے عيسىٰ مسيح دې تا له فضل او سلامتى درکړى.</verse>
				<verse number="5">ما په کريت کښې تۀ د دې مقصد دپاره پرېښے وې چې تۀ پاتې شوے خدمت پوره کړې او زما د حُکم په مطابق ښار په ښار مشران مقرر کړې.</verse>
				<verse number="6">د جماعت مشران دې بې‌اِلزامه او د يوې ښځې خاوندان وى، او بچى دې ايماندار وى او د بدچلنۍ او د نافرمانۍ د اِلزام نه دې پاک وى.</verse>
				<verse number="7">ځکه چې د جماعت مشر دې د خُدائ پاک د کار د مُختار کېدو په وجه بې‌اِلزامه وى، هغه دې نۀ سرکشه، نۀ غصه ناک، نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، او نۀ دې د ناجائزې ګټې حرصناک وى.</verse>
				<verse number="8">بلکې هغه دې مېلمه دوست، نېک خواه، شريف، تقوىٰ دار، پاک او په خپل ځان قابو ساتونکے وى.</verse>
				<verse number="9">هغه دې په هغه کلام کوم چې دۀ ته ښودلے شوے دے پوره مضبوط ودريږى، ځکه چې دے به د دې جوګه وى چې خلقو ته صحيح تعليم ورکولے شى او د مخالفينو مقابله به کولے شى.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې ډېر خلق داسې دى چې سرکشى کوى، هغوئ بدزبانه او دوکه باز دى، او دا خبره خاص د هغوئ په حقله صحيح ده څوک چې په سنتېدو باندې ټينګار کوى.</verse>
				<verse number="11">په کار دى چې هغوئ چُپ کړے شى، ځکه چې د ناپاکه ګټې د تعليم ورکولو په وجه هغوئ د خلقو مکمل خاندان بربادوى، کوم تعليم چې ورکول نۀ دے په کار.</verse>
				<verse number="12">د هغوئ پېغمبر په خپله داسې وائى چې، ”کريتيان همېشه دروغژن، وحشيان، ګېډه ور او ناراسته دى.“</verse>
				<verse number="13">دا پېشګوئې رښتيا ده، نو په دې وجه هغوئ په سختۍ سره رټئ د دې دپاره چې د هغوئ ايمان ټيک شى.</verse>
				<verse number="14">او هغوئ دې نۀ د يهوديانو قيصو ته توجو ورکوى او نۀ دې د هغه چا حُکمونو ته غوږ ږدى، څوک چې د حق نه منکر دى.</verse>
				<verse number="15">د پاکو خلقو دپاره ټول څيزونه پاک دى، خو د بدکارانو او بې‌ايمانه خلقو دپاره هيڅ هم پاک نۀ دى بلکې د هغوئ عقل او ضمير دواړه پليت دى.</verse>
				<verse number="16">هغوئ د خُدائ پاک د پېژندګلو دعوىٰ کوى خو په خپلو عملونو کښې هغوئ د هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چې هغوئ ناپاکه او نافرمانه دى او د يو نېک کار کولو قابل هم نۀ دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">خو تۀ هغه تعليم ورکوه کوم چې د صحيح عقيدې په مطابق وى،</verse>
				<verse number="2">بوډاګانو سړو ته ووايه چې هغوئ دې پرهيزګاره، دروند خوى لرونکى او شريف وى، او د هغوئ ايمان دې کلک وى، د مينې او صبر نه دې ډک وى.</verse>
				<verse number="3">هم دغه شان زړو ښځو ته ووايئ چې حياداره دروند چال چلن دې کوى، هغوئ دې نۀ غېبت کوى او نۀ دې شرابى وى، هغوئ دې نورو ته د ښو خبرو تعليم ورکوى،</verse>
				<verse number="4">نو چې هغوئ ځوانانو ښځو ته دا ورزده کړى چې د خپلو خاوندانو او د خپلو بچو سره مينه کوى،</verse>
				<verse number="5">او هغوئ دې شريفې، پاک لمنې او د کور ښۀ کار کوونکې او مهربانى کوونکې او د خپلو خاوندانو تابعدارې دې وى، نو د دې دپاره چې د خُدائ پاک کلام بدنام نۀ شى.</verse>
				<verse number="6">په زلمو هم دغه شان زور راوړه چې هغوئ دې تقوىٰ دار وى.</verse>
				<verse number="7">په ټولو خبرو کښې خپل ځان د نېکو کارونو يو مثال جوړ کړه، او په خپل تعليم کښې پاکوالے او دروندوالے ښکاره کړه.</verse>
				<verse number="8">او د حقيقت تعليم داسې ورکړه چې څوک هم په کښې څۀ وئيلے نۀ شى، بيا به هر هغه څوک چې زمونږ مخالفت کوى شرمنده شى او بيا به د هغوئ سره زمونږ په حقله د وئيلو دپاره څۀ اِلزام نۀ وى.</verse>
				<verse number="9">غلامانو ته ووايه چې د خپلو مالِکانو حُکم دې منى او په هره خبره کښې دې هغوئ خوشحاله ساتى او د هغوئ سره دې بحث نۀ کوى،</verse>
				<verse number="10">غلا دې نۀ کوى بلکې پوره وفادار دې وى نو چې د دوئ هره خبره زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک د تعليم ښائست وى.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې د خُدائ پاک فضل د ټولو خلقو د خلاصون دپاره څرګند شوے دے.</verse>
				<verse number="12">او مونږ ته دا تعليم راکوى چې بې‌دينى او دُنياوى خواهشونه پرېږدو او په موجوده زمانه کښې په پرهيزګارۍ، صداقت او ديندارۍ سره ژوند تېر کړُو،</verse>
				<verse number="13">نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو.</verse>
				<verse number="14">نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بې‌شرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.</verse>
				<verse number="15">په پوره اختيار سره دغه خبرې کوه، او د خلقو اصلاح کوه او ملامته کوه يې. هيڅ څوک دې تا ته په سپکه سترګه ونۀ ګورى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">ايماندارانو ته دا خبره ورياده کړه چې د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو فرمانبردارى دې کوى او د هر نېک کار دپاره دې تيار وى.</verse>
				<verse number="2">د چا بد دې نۀ وائى، بحث مباحثه دې نۀ کوى بلکې نرم مزاج دې وى، او د هر چا سره دې ډېر په ادب خبرې کوى.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې مونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګمراه او د قِسما قِسم خواهشاتو او د عېش و عشرت غلامان وُو او په بدخواهۍ او په حسد کښې مو ژوند تېرولو، هر چا زمونږ نه نفرت کولو او مونږ هم د هغوئ نه نفرت کولو.</verse>
				<verse number="4">خو کله چې زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک فضل او د انسان سره د هغۀ مينه څرګنده شوله،</verse>
				<verse number="5">نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو.</verse>
				<verse number="6">خُدائ پاک روحُ القُدس زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ ډېر زيات نازل کړو،</verse>
				<verse number="7">نو د هغۀ د فضل په وسيله مونږ صادقان شُو او د تل ژوندون د اُميد وارثان شُو.</verse>
				<verse number="8">دا قابل اعتماد خبره ده او زۀ غواړم چې تۀ د دې خبرو تاکيد وکړې چې څوک په خُدائ پاک ايمان راوړى هغوئ دې خپل ځانونه په احتياط سره نېکو کارونو ته وقف کړى. دا خبره بهتره ده او د ټولو خلقو دپاره ګټوره ده.</verse>
				<verse number="9">خو د بې‌وقوفۍ د بحثونو، د شجرو او جګړو او د شريعت جنګونو نه ځان ساته، ځکه چې دا فضول او بې‌فائدې دى.</verse>
				<verse number="10">د يو او دوه ځله نصيحت ورکولو نه پس د هر هغه چا سره تعلق ختم کړه څوک چې بې‌اتفاقى جوړوى.</verse>
				<verse number="11">ځکه چې تا ته پته ده چې داسې کس ګمراه شوے دے او ګناه ګار دے او خپل ځان يې مجرم کړے دے.</verse>
				<verse number="12">ما دا اراده وکړه چې تاسو ته ارتِماس يا تخيکوس درولېږم. نو چې په دوئ دواړو کښې هر يو درورسيږى نو چې ما سره مِلاو شئ ځکه چې ما په نيکوپوليس کښې د ژمې تېرولو فېصله کړې ده.</verse>
				<verse number="13">نو زيناس وکيل او د اپولوس په راتلو کښې د هغوئ هر رنګه مدد وکړئ، او خيال کوئ چې هغوئ ته د څۀ څيز کمے رانۀ شى.</verse>
				<verse number="14">زمونږ خلق دې خپل ځانونه نېکو کارونو ته وقف کړى، د دې دپاره چې د ضرورتمندو خلقو حاجتونه سمدستى پوره شى نو چې ژوند بې‌فائدې نۀ شى.</verse>
				<verse number="15">هغه ټول ملګرى چې ما سره دى تاسو ته سلام وائى. هغوئ ته هم زمونږ سلام وايه چې په ايمان کښې مونږ سره مينه کوى. په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="57">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">زۀ پولوس دا خط چې د عيسىٰ مسيح دپاره قېدى يم او زمونږ د ورور تيموتيوس د طرف نه خپل ګران د خدمت ملګرى فيليمون</verse>
				<verse number="2">او ورسره خپلې خور افيه او ورور ارخيپوس ته چې زمونږ پرجوش کارکن دے او ستاسو د کور جماعت ته ليکم.</verse>
				<verse number="3">زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه دې په تاسو فضل او سلامتى وى.</verse>
				<verse number="4">زۀ چې کله تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوم نو د خپل خُدائ پاک شُکر کوم،</verse>
				<verse number="5">ځکه چې زۀ ستاسو د ټولو مقدسينو سره د مينې او په مالِک عيسىٰ مسيح د ايمان نه خبر يم.</verse>
				<verse number="6">ستا دپاره زما دا دُعا ده چې کوم شراکت چې د ايمان په وسيله په تا کښې پېدا شوے دے هغه دې نور هم اثرناک شى او تۀ دې د ټولو هغه برکتونو چې په مسيح کښې دى په پوره توګه محسوس کړې.</verse>
				<verse number="7">اے زما وروره، ما ته ستا په مينه ډېره خوشحالى او تسلى مِلاو شوې ده ځکه چې ستا په سبب د مقدسينو زړونه تازه شوى دى.</verse>
				<verse number="8">اګر کۀ زۀ په مسيح کښې دومره زړَور يم چې تا ته د خپل کار کولو حُکم درکړم،</verse>
				<verse number="9">خو زۀ تا ته د مينې په بنياد مِنت کوم او زۀ پولوس دا د يو بوډا سړى په طور او هم د عيسىٰ مسيح د يو قېدى په حيثيت کوم.</verse>
				<verse number="10">زۀ تا ته د خپل زوئ اونيسيموس دپاره مِنت کوم، د چا چې زۀ د قېد په دوران کښې روحانى پلار جوړ شوم.</verse>
				<verse number="11">اول خو هغه ستا دپاره بې‌کاره وو، خو اوس هغه ستا او زما دواړو د کار دے.</verse>
				<verse number="12">زۀ هغه تا ته واپس درلېږم هغه څوک چې زما د زړۀ سر دے.</verse>
				<verse number="13">ما غوښتل چې هغه ځان سره پاتې کړم، چې د زيرى دپاره د قېد کېدلو په دوران کښې ستا په ځائ هغه زما خِدمت وکړى.</verse>
				<verse number="14">خو ما ستا د مرضۍ نه بغېر داسې يو کار کول ونۀ غوښتل، ځکه چې ستا نېک کار ستا په مرضۍ دے او د زبردستۍ په وجه نۀ دے.</verse>
				<verse number="15">شايد چې هم دا وجه وه چې هغه ستا نه د لږ وخت دپاره جدا شو، د دې دپاره چې هغه به بيا د تل دپاره تا سره وى.</verse>
				<verse number="16">خو نور هغه د غلام په شان نه بلکې د غلام نه زيات دے، ځکه چې هغه ما ته يو ګران ورور دے. نو اوس به هغه تا ته د يو انسان او په مالِک کښې د ورور په شان وى.</verse>
				<verse number="17">نو کۀ تۀ ما خپل شريک ګڼې نو دے داسې قبول کړه لکه څنګه چې تۀ ما قبلوې،</verse>
				<verse number="18">او کۀ هغۀ چرې تا ته څۀ نقصان درکړے وى او يا پرې ستا څۀ قرض وى نو هغه ما پسې وليکه.</verse>
				<verse number="19">زۀ پولوس درته په خپل لاس دا ليکم چې زۀ به يې په خپله درته واپس کړم، او دې وئيلو ته ضرورت نشته چې زما په تا کوم قرض دے نو هغه هم تۀ په خپله يې.</verse>
				<verse number="20">اے وروره، زۀ په مالِک کښې تاسو نه د خير طمع کوم. هغه دا چې په مسيح کښې زما زړۀ تازه کړه.</verse>
				<verse number="21">زما ستا په فرمانبردارۍ باور دے، زۀ درته دا ليکم او په دې پوهېږم چې تۀ به زما دا خواست پوره کړې، بلکې زما د وينا نه به زيات څۀ وکړې.</verse>
				<verse number="22">او بله دا چې زما دپاره يوه کوټه تياره کړه، ځکه چې زما اُميد دے چې ستاسو د دُعاګانو په وسيله به زۀ بيا تاسو له درشم.</verse>
				<verse number="23">اِپفراس چې د عيسىٰ مسيح په وجه ما سره قېدى دے تا ته سلامونه وائى،</verse>
				<verse number="24">او هم دغه شان مرقوس، اريسترخوس، ديماس او لوقا هم چې په دې خدمت کښې زما ملګرى دى.</verse>
				<verse number="25">د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="58">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې.</verse>
				<verse number="2">خو په دې آخره زمانه کښې هغۀ مونږ ته د خپل زوئ په وسيله خبرې وکړې چا چې هغه د ټولو څيزونو وارث مقرر کړو او د هغۀ په وسيله يې کائنات پېدا کړل.</verse>
				<verse number="3">هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.</verse>
				<verse number="4">نو څنګه چې زوئ د فرښتو نه لوئ دے نو دغه شان د هغۀ نوم د هغوئ نه لوئ دے کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې مِلاو شوے دے.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې خُدائ پاک کله هم کومې فرښتې ته دا نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما زوئ يې، او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“ او بيا دا چې، ”زۀ به د هغۀ پلار يم او هغه به زما زوئ وى.“</verse>
				<verse number="6">او بيا چې خُدائ پاک خپل اول پېدا شوے، دُنيا ته راولى نو هغه فرمائى چې، ”د خُدائ پاک ټولې فرښتې دې هغۀ ته سجده وکړى.“</verse>
				<verse number="7">او د فرښتو په حقله فرمائى چې، ”هغه د خپلو فرښتو نه هواګانې جوړوى او د خپلو خادِمانو نه د اور شُغلې جوړوى.“</verse>
				<verse number="8">خو خپل زوئ ته فرمائى چې، ”اے خُدايه پاکه، ستا تخت به تل تر تله وى او د صداقت امسا ستا د بادشاهۍ امسا ده.</verse>
				<verse number="9">تا د صداقت سره مينه او د شرارت نه نفرت وکړو، په دې وجه خُدائ پاک، يعنې ستاسو خُدائ پاک، تۀ د خوشحالۍ په تېلو د خپلو ملګرو په نسبت زيات مسح کړې.“</verse>
				<verse number="10">او، ”اے مالِکه، تا د زمکې بنياد د ازل نه کېښودو او آسمان ستا د لاس کار دے.</verse>
				<verse number="11">هغه به فنا شى خو تۀ به باقى پاتې يې، او هغه ټول به د جامو په شان زاړۀ شى.</verse>
				<verse number="12">تۀ به هغوئ د زړې چُوغې په شان راونغاړې او د جامو په شان به هغوئ بدل کړے شى. خو تۀ به تل تر تله هم هغه يې او د تل دپاره به قائم دائم يې.“</verse>
				<verse number="13">خو خُدائ پاک فرښتې ته کله هم نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو د لاندې چوکۍ جوړ نۀ کړم.“</verse>
				<verse number="14">ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">په دې وجه مونږ له په کار دى چې په هغه څۀ ډېر غور وکړُو څۀ چې مونږ واورېدل، نو هسې نه چې مونږ د دې نه لرې لاړ شُو او ونۀ ښوئيږو.</verse>
				<verse number="2">ځکه کوم کلام چې د فرښتو په وسيله ورکړے شوے وو هغه قائم پاتې شو او هرې خطا او نافرمانۍ ته ټيک سزا مِلاو شوه،</verse>
				<verse number="3">نو مونږ څنګه د سزا نه بچ کېدے شُو کۀ مونږ د دې لوئ خلاصون نه بې‌پرواه شُو، د کوم چې اول مالِک اعلان وکړو او بيا هغه خلقو وکړو چا چې هغه واورېدلو؟</verse>
				<verse number="4">خُدائ پاک هم د خپلو نښو، عجيبه کارونو او قِسما قِسم معجزو په کولو او د خپلې مرضۍ په مطابق د روحُ القُدس د نعمتونو په ويشلو د هغې تصديق وکړو.</verse>
				<verse number="5">نو خُدائ پاک هغه راتلونکې دُنيا چې مونږ يې بيان کوُو د فرښتو تابع نۀ کړه.</verse>
				<verse number="6">بلکې په صحيفو کښې يو ځائ وئيل شوى دى چې، ”انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې، نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟</verse>
				<verse number="7">تا هغه د فرښتو نه لږ کم کړے دے او ورته دې د جلال او عزت تاج ورپه سر کړے دے.</verse>
				<verse number="8">او تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے او هر څۀ دې د هغۀ د پښو لاندې کړى دى.“ نو چې خُدائ پاک ټول څيزونه د هغوئ تابع کړل نو هغۀ هيڅ څيز داسې پرې نۀ ښودلو چې هغه يې د هغۀ تابع کړے نۀ وى، خو مونږ تر اوسه ټول څيزونه د هغۀ تابع نۀ وينو.</verse>
				<verse number="9">خو مونږ عيسىٰ ګورو، څوک چې د لږ وخت دپاره د فرښتو نه کم کړے شو، خو اوس د مرګ د تکليف تېرولو په وسيله هغۀ ته د جلال او عزت تاج په سر شو، او داسې د خُدائ پاک په فضل هغۀ د ټولو دپاره مرګ وزغملو.</verse>
				<verse number="10">نو خُدائ پاک دا ټول څيزونه د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى او د هغۀ په وسيله پېدا شوى دى، نو هغۀ دا مناسب وګڼل چې ډېر زامن په جلال کښې داخل کړى، نو چې د تکليفونو په وسيله د خلاصون بانى کامِل کړى.</verse>
				<verse number="11">ځکه هغه څوک چې پاکوونکے دے او هغوئ څوک چې پاکيږى د ټولو پلار يو دے، نو په هم دې وجه عيسىٰ هغوئ ته په ورور او خور وئيلو نۀ شرميږى.</verse>
				<verse number="12">نو هغه فرمائى چې، ”زۀ به خپلو خلقو ته ستا د نوم لوئى بيان کړم، ستا ثناء صِفت به زۀ د جماعت په مينځ کښې وکړم.“</verse>
				<verse number="13">او بيا دا چې، ”زۀ به په هغۀ باور وکړم.“ او، ”ګوره، زۀ د هغه بچو سره دلته موجود يم چې خُدائ پاک ما ته راکړى دى.“</verse>
				<verse number="14">بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى</verse>
				<verse number="15">او هغوئ آزاد کړى څوک چې ټول عُمر د مرګ د يرې په غلامۍ کښې ګرفتار وُو.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې په حقيقت کښې هغه د فرښتو دپاره نه، بلکې د اِبراهيم د نسل مدد دپاره راغلو.</verse>
				<verse number="17">هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې هغه په خپله په تکليفونو کښې وآزمائيلے شو نو هغه د دې قابل دے چې د هغوئ مدد وکړى څوک چې آزمائيلے کيږى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">نو ځکه اے پاکو وروڼو او خوېندو، تاسو چې په آسمانى بلنه کښې شريک يئ، په هغه رسول او مشر اِمام عيسىٰ غور وکړئ د چا چې مونږ اِقرار کوُو.</verse>
				<verse number="2">هغه د هغه خُدائ پاک وفادار شو چا چې هغه منتخب کړے وو او لکه څنګه چې موسىٰ د خُدائ پاک په ټول کور کښې وفادار وو.</verse>
				<verse number="3">خو عيسىٰ د موسىٰ نه زيات د جلال لائق دے، لکه څنګه چې د کور جوړونکے د کور نه زيات عزتمند وى.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې د هر يو کور څوک نه څوک جوړونکے وى، خو د ټولو څيزونو جوړونکے خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="5">موسىٰ د خُدائ پاک په ټول کور کښې د خادِم په شان وفادار وو د دې دپاره چې د راتلونکو خبرو ګواهى ورکړى.</verse>
				<verse number="6">خو مسيح د زوئ په حيثيت د خُدائ په کور اختيارمند دے، او مونږ د هغۀ کور يُو کۀ چرې مونږ په هغه اعتماد او فخر قائم پاتې شُو چې د اُميد سره تعلق ساتى.</verse>
				<verse number="7">په دې وجه څنګه چې روحُ القُدس فرمائى چې، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ،</verse>
				<verse number="8">نو خپل زړونه مۀ سختوئ څنګه چې مو د بغاوت په وخت کښې کړى وُو او د آزمېښت په ورځ مو په بيابان کښې کړى وُو،</verse>
				<verse number="9">چرته چې ستاسو پلار نيکۀ زما جاج او آزمېښت وکړو او تر څلوېښتو کالو پورې هغوئ زما کارونه وليدل.</verse>
				<verse number="10">په دې وجه زۀ هغې پيړۍ ته غصه وم او ما وفرمائيل چې همېشه د دوئ زړونه زما نه لرى شوى دى، او دوئ زما لارې ونۀ پېژندلې.</verse>
				<verse number="11">نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“</verse>
				<verse number="12">نو وروڼو او خوېندو، خبردار شئ، په تاسو کښې دې د چا داسې بد او بې‌ايمانه زړۀ نۀ وى چې د ژوندى خُدائ پاک نه واوړى.</verse>
				<verse number="13">بلکې هره ورځ يو بل له خبردارے ورکوئ، ترڅو چې نن ورځ ده نو چې په تاسو کښې څوک د ګناه د فريب په وجه سخت زړۀ نۀ شى.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې مونږ هم د مسيح سره شريک يُو خو کۀ مونږ په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ او قائم پاتې شُو.</verse>
				<verse number="15">لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ، نو خپل زړونه مۀ سختوئ لکه چې تاسو د بغاوت په وخت کښې کړى وُو.“</verse>
				<verse number="16">نو اوس دا څوک وو چا چې هغه آواز واورېدو او بيا هم سرکشه شول؟ دا هغوئ ټول نۀ وُو چا چې د موسىٰ په مشرۍ کښې مِصر پرېښودو؟</verse>
				<verse number="17">او خُدائ پاک د چا نه تر څلوېښتو کالو پورې خفه وو؟ ولې دا هغوئ نۀ وُو، چا چې ګناه وکړه او د چا مړى چې په بيابان کښې پراتۀ وُو؟</verse>
				<verse number="18">او چا ته هغۀ قسم وخوړلو چې، هغوئ به زما په آرام کښې داخل نۀ شى؟ نو دا هغوئ نۀ وُو چا چې نافرمانى وکړه؟</verse>
				<verse number="19">نو مونږ وليدل چې د بې‌ايمانۍ په وجه هغوئ د داخلېدو قابل نۀ شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">نو په دې وجه چې د هغۀ په آرام کښې د داخلېدو وعده لا کولاو ده، نو مونږ په دې يريږو چې تاسو به هغې ته په رسېدو ناکامه شئ.</verse>
				<verse number="2">ځکه چې زيرے مونږ ته هم د هغوئ په شان راورسېدو، خو هغه کلام چې هغوئ واورېدو هغوئ ته يې فائده ورنۀ کړه، ځکه چې هغوئ په ايمان کښې د هغوئ سره په اتفاق نۀ وُو چا چې کلام واورېدو.</verse>
				<verse number="3">او مونږ چا چې ايمان راوړو په هغه آرام کښې داخلېږو لکه څنګه چې خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى،“ کۀ څۀ هم چې دا آرام د دُنيا د جوړېدو نه مخکښې تيار شوے وو.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې هغۀ په يوه موقع د اوومې ورځې په حقله داسې وفرمائيل چې، ”او خُدائ پاک په خپلو کارونو پوره کولو سره په اوومه ورځ څۀ ونۀ کړل.“</verse>
				<verse number="5">نو په هم دې ځائ کښې هغه بيا فرمائى چې، ”کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“</verse>
				<verse number="6">چا چې په شروع کښې دا زيرے واورېدو نو هغوئ په هغه آرام کښې داخل نۀ شول ځکه چې هغوئ نافرمانى وکړله، خو بعضې خلق داسې دى چې په دې کښې به داخل شى.</verse>
				<verse number="7">نو بيا خُدائ پاک د دې آرام دپاره يوه خاص ورځ مقرره کړه او د دومره مودې نه پس هغۀ ورته د داؤد په کِتاب کښې ”د نن ورځ“ وفرمائيل، لکه څنګه چې هغۀ مخکښې فرمائيلى وُو، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ، نو بيا خپل زړونه مۀ سختوئ.“</verse>
				<verse number="8">ځکه کۀ چرې يشوَع هغوئ په آرام کښې داخل کړى وے نو خُدائ پاک به د هغې نه پس د بلې ورځې په حقله ذکر نۀ وو کړے.</verse>
				<verse number="9">نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى.</verse>
				<verse number="10">ځکه هغه څوک چې د خُدائ پاک په آرام کښې داخل شى، نو هغوئ به هم د خُدائ پاک په شان د خپلو کارونو نه په آرام شى.</verse>
				<verse number="11">نو راځئ چې مونږ په هغه آرام کښې د داخلېدو دپاره هر کوشش وکړُو نو چې په مونږ کښې څوک هم د هغوئ په شان د نافرمانۍ په وجه ناکامه نۀ شُو.</verse>
				<verse number="12">بې‌شکه چې د خُدائ پاک کلام ژوندے او اثرناک او د هرې دوه مخيزې تُورې نه زيات تېرۀ دے، هغه د انسان د روح او ځان نه تېريږى او جوړونه د پلو نه جدا کوى او د زړۀ د خيالونو او ارادو جاج اخلى.</verse>
				<verse number="13">او د خُدائ پاک نه يو مخلوق هم پټ نۀ دے بلکې د هغۀ د سترګو د وړاندې ټول بربنډ او بې‌پړدې پراتۀ دى چا ته به چې مونږ حساب ورکوو.</verse>
				<verse number="14">زمونږ داسې لوئ مشر اِمام شته چې د آسمانونو نه تېر شو يعنې عيسىٰ چې د خُدائ پاک زوئ دے، نو راځئ چې مونږ د خپل ايمان په اِقرار ټينګ پاتې شُو.</verse>
				<verse number="15">ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بې‌ګناه وو.</verse>
				<verse number="16">نو راځئ چې مونږ د خُدائ پاک د فضل تخت ته ځان په اعتماد سره ورنزدې کړُو نو چې په مونږ رحم وشى او هغه فضل حاصل کړُو چې د حاجت په وخت زمونږ مدد وکړى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">هر مشر اِمام د انسانانو نه د دې دپاره منتخب کيږى چې خُدائ پاک ته د خلقو نمائندګى وکړى او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ پېش کړى.</verse>
				<verse number="2">او هغه د دې جوګه دے چې د ناپوهه او ګمراهانو سره په نرمۍ سلوک وکړى ځکه چې په هغۀ کښې هم هغه شان کمزورتيا شته دے.</verse>
				<verse number="3">نو په دې وجه هغه ضرور د خپلو او هم د خلقو د ګناهونو دپاره قربانى پېش کوى.</verse>
				<verse number="4">او هيڅوک هم په خپله د اِمامت دا عزت نۀ شى حاصلولے خو صرف د خُدائ پاک په مرضۍ يې حاصلولے شى لکه څنګه چې هارون حاصل کړے وو.</verse>
				<verse number="5">دغه شان مسيح هم د مشر اِمام عزت پخپله حاصل نۀ کړو بلکې هغه، هغه چا منتخب کړو چا چې ورته فرمائيلى وُو چې، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“</verse>
				<verse number="6">لکه څنګه چې هغه په بل ځائ کښې فرمائى چې، ”تۀ د مَلِک‌صِدق په شان تل تر تله اِمام يې.“</verse>
				<verse number="7">کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.</verse>
				<verse number="8">اګر چې هغه زوئ وو، خو د تکليفونو په تېرولو هغۀ فرمانبردارى زده کړه.</verse>
				<verse number="9">نو چې هغه کامِل کړے شو نو هغه د خپلو ټولو منونکو دپاره د ابدى خلاصون وسيله وګرځېدو.</verse>
				<verse number="10">او هغۀ د خُدائ پاک د طرفه د مَلِک‌صِدق په شان مشر اِمام منتخب شو.</verse>
				<verse number="11">په دې حقله مونږ سره ډيرې خبرې دى خو دا تشريح کول سخت کار دے، ځکه چې تاسو په پوهېدو کښې سست يئ.</verse>
				<verse number="12">نو په دې وخت کښې خو تاسو له اُستاذان کېدل په کار وُو، خو تاسو ته د يو کس ضرورت دے چې د خُدائ پاک د کلام بنيادى اصُول بيا در زده کړى، نو تاسو ته د ماشوم په شان د پيو ضرورت دے نه چې د سخت خوراک.</verse>
				<verse number="13">ځکه هر څوک چې پئ څښى، هغه لا ماشوم وى او د صداقت د کلام تجربه يې نۀ وى.</verse>
				<verse number="14">خو سخت خوراک د بالغه کسانو دپاره وى ځکه چې هغوئ په تجربې سره د ښۀ او بد تر مينځه فرق کولے شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">نو راځئ چې د مسيح په حقله د ابتدائى تعليم خبرې پرېږدو او د بلوغيت په طرف قدم اوچت کړُو. مونږ ته د دې ابتدائى کارونو د بار بار کولو ضرورت نشته لکه د شرارت اميز عملونو نه توبه کول او په خُدائ پاک ايمان راوړل</verse>
				<verse number="2">او تاسو ته نور د بپتسمو او لاس کېښودلو او د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو او د تل عدالت په حقله د تعليم ورکولو ضرورت نشته.</verse>
				<verse number="3">او کۀ د خُدائ پاک رضا وى نو مونږ به هم دغه کارونه کوُو.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې هغوئ ته دا ناممکنه ده چې بيا توبې ويستلو ته جوړ شى څوک چې يو ځل رڼا ته راغلى وى، او د آسمانى نعمتونو خوند يې اخستے وى، او په روحُ القُدس کښې شريک شوى وى</verse>
				<verse number="5">او چې د خُدائ پاک د کلام نېکى او د راتلونکى زمانې د قوتونو مزه يې اخستى وى.</verse>
				<verse number="6">او څوک چې د خُدائ پاک نه واوړى نو دا ناممکنه ده چې څوک هغوئ بيا توبه ويستلو ته راواړوى نو ځکه چې هغوئ په خپله د خُدائ پاک زوئ په دوېم ځل په سولۍ کوى او په خلقو کښې يې شرموى.</verse>
				<verse number="7">هغه زمکه چې د باران په اوبو سيرابه شى کوم چې په هغې مسلسل وريږى او د هغوئ دپاره ښۀ فصل پېدا کوى څوک چې په هغې کښې کرونده کوى، نو هغه زمکه د خُدائ پاک د طرفه برکت مومى.</verse>
				<verse number="8">خو کۀ دا زمکه ازغى او جاړې زرغونوى نو دا بې‌فائدې ده او زر به لعنتى شى او د دې اَنجام به سوزول وى.</verse>
				<verse number="9">ګرانو دوستانو، اګر چې مونږ ستاسو په حقله داسې خبرې کوُو خو مونږ په دې باور نۀ يُو چې دا به ستاسو په حقله وى. مونږ په دې خبره مطمئن يُو چې د خلاصون نه به ښۀ مېوه تاسو ته مِلاو شى.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې خُدائ پاک بې‌اِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ.</verse>
				<verse number="11">او مونږ دا غواړو چې په تاسو کښې دې هر يو په پوره اُميد سره تر آخره هم دغه شان کوشش کوى،</verse>
				<verse number="12">نو د دې دپاره چې تاسو سست نۀ شئ بلکې د هغوئ په نقش قدم شئ څوک چې د ايمان او صبر په وسيله د لوظ وارثان دى.</verse>
				<verse number="13">کله چې خُدائ پاک د اِبراهيم سره لوظ وکړو نو د هغۀ نه بل څوک لوئ نۀ وو چې قسم يې پرې کړے وے نو ځکه هغۀ په خپل نوم قسم وکړو.</verse>
				<verse number="14">هغۀ وفرمائيل چې، ”زۀ به تا له په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم.“</verse>
				<verse number="15">او دغه شان اِبراهيم په صبر کولو هغه لوظ حاصل کړو.</verse>
				<verse number="16">انسانان يقيناً چې د خپل ځان نه په لوئ څيز قسم خورى او د هغوئ د هر يو بحث آخرى ثبوت د قسم سره وى.</verse>
				<verse number="17">هم په دې طريقه کله چې خُدائ پاک وغوښتل چې د وعدې وارثانو ته خپل هغه نۀ بدلېدونکے مقصد نور هم روښانه کړى، نو هغۀ د دې د ضمانت دپاره قسم هم وکړو.</verse>
				<verse number="18">نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.</verse>
				<verse number="19">دا زمونږ اُميد دے او دا زمونږ د ژوند دپاره رښتينے او مضبوط لنګر دے او دا داسې اُميد دے چې د پړدې دننه مقدس مقام ته رسېدلے دے،</verse>
				<verse number="20">چرته چې عيسىٰ زمونږ نه وړاندې زمونږ دپاره لاړو او د تل دپاره د مَلِک‌صِدق په شان مشر اِمام جوړ شو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">مَلِک‌صِدق، د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو. اِبراهيم چې بادشاهانو له د ماتې ورکولو نه واپس راتلو نو مَلِک‌صِدق سره مِلاو شو نو هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړو.</verse>
				<verse number="2">او بيا هغۀ ته اِبراهيم د غنيمت لسمه حِصه ورکړه. مَلِک‌صِدق د نوم معنىٰ ”د صداقت بادشاه ده“ او د شاليم بادشاه معنىٰ ”د صُلح بادشاه ده.“</verse>
				<verse number="3">هغه بې‌پلاره، بې‌موره، او بې‌نسب‌نامې دے. او نۀ د هغۀ د ژوند شروع او نۀ آخر شته، خو د خُدائ پاک د زوئ په شان هغه تل تر تله اِمام دے.</verse>
				<verse number="4">وګورئ هغه څومره عظيم انسان وو تر دې چې د قوم نيکۀ اِبراهيم ورته د غنيمت د مال لسمه حِصه ورکړه.</verse>
				<verse number="5">او هر څوک چې د ليوى اولاد وى هغوئ ته به اِمامت ملاويږى او په شريعت کښې هغوئ ته دا حکم دے چې د هغه خلقو نه چې د هغوئ د خپل قوم نه دى هم لسمه حِصه راغونډه کړى، کۀ څۀ هم چې هغوئ د اِبراهيم اولاد هم وى.</verse>
				<verse number="6">خو مَلِک‌صِدق د هغوئ د نسب نه جدا وو، هغۀ د اِبراهيم نه هم لسمه حِصه راغونډه کړه او مَلِک‌صِدق اِبراهيم له برکت ورکړو چا سره چې خُدائ پاک د مخکښې نه وعده کړې وه.</verse>
				<verse number="7">په دې کښې د بحث خبره نشته چې ورکوټے د لوئ نه برکت مومى.</verse>
				<verse number="8">او هغه اِمامان څوک چې لسمه حِصه راټولوى انسانان دى څوک چې مړ کېدونکى دى، خو مَلِک‌صِدق د هغوئ نه لوئ دے، ځکه چې مونږ ته وئيلے شوى دى چې هغه ژوندے دے.</verse>
				<verse number="9">نو مونږ دا وئيلے شُو چې ليوى څوک چې لسمه حِصه راټولوى هغۀ په خپله د اِبراهيم په وسيله لسمه حِصه ورکړه.</verse>
				<verse number="10">ځکه کله چې مَلِک‌صِدق د اِبراهيم سره مِلاو شو نو ليوى لا د خپل نيکۀ اِبراهيم په وجود کښې وو.</verse>
				<verse number="11">نو بيا کۀ د ليوى اِمامانو په طريقه خلقو ته شريعت ورکړے شو او د هغوئ د طريقې په مطابق خلق کامِل کېدے شول نو بيا د دې خبرې څۀ حاجت وو چې بل اِمام يعنې مَلِک‌صِدق دې د هارون په ځائ مقرر کړے شى.</verse>
				<verse number="12">ځکه کله چې په اِمامت کښې بدلون راشى نو بيا دا هم ضرورى وى چې شريعت هم بدل کړے شى.</verse>
				<verse number="13">نو چې د چا په حقله چې دا خبرې کيږى، هغه د بلې قبيلې دے د کومې نه چې کله هم چا د قربان‌ګاه خِدمت نۀ دے کړے.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې دا ښکاره خبره ده چې زمونږ مالِک د يهوداه د قبيلې نه پېدا شو او د دې قبيلې په حقله موسىٰ د اِمامت هيڅ ذکر نۀ دے کړے.</verse>
				<verse number="15">دا خبره نوره هم صفا شوه د کله نه چې يو بل اِمام، لکه د مَلِک‌صِدق په شان راښکاره شى،</verse>
				<verse number="16">څوک چې د نسبى اصُولو په مطابق نه، بلکې د غېر فانى ژوندون د قوت په مطابق اِمام مقرر شو.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې د هغۀ په حق کښې دا تصديق شوے دے چې، ”تۀ به د مَلِک‌صِدق په شان تل تر تله اِمام يې.“</verse>
				<verse number="18">غرض دا چې اولنى احکام يو طرف ته کړے شول ځکه چې دا کمزورى او بې‌کاره وو،</verse>
				<verse number="19">ځکه چې شريعت هيڅ څيز کامِل کړے نۀ دے، او د هغې په ځائ يو قوى اُميد جوړ کړے شو چې د هغۀ په وسيله مونږ خُدائ پاک ته نزدې ورتلے شُو.</verse>
				<verse number="20">د هغۀ تصديق د قسم سره وشو. نور اِمامان بغېر د قَسم نه مقرر شوى وُو،</verse>
				<verse number="21">خو عيسىٰ په قَسم سره اِمام مقرر کړے شو ځکه چې خُدائ پاک په خپله هغۀ ته وفرمائيل چې، ”مالِک قَسم وخوړو او هغه به د دې نه وروستو نۀ شى چې تۀ به د تل دپاره اِمام يې.“</verse>
				<verse number="22">هم د دې قسم په وجه عيسىٰ د يوې قوى وعدې ضامن شو.</verse>
				<verse number="23">پخوا د رِواج په مطابق د اِمامانو شمېر زيات وو ځکه چې مرګ هغوئ د خدمت کولو په عُهده قائم پرې نۀ ښودل.</verse>
				<verse number="24">خو د عيسىٰ اِمامت ابدى دے ځکه چې هغه تل تر تله ژوندے دے.</verse>
				<verse number="25">نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.</verse>
				<verse number="26">ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بې‌داغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.</verse>
				<verse number="27">او هغه دې د نورو مشرانو اِمامانو په شان د دې محتاج نۀ وى چې هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بيا د اُمت د ګناهونو دپاره قربانۍ ورکوى ځکه چې دا کار هغۀ په يو ځل د ټولو دپاره وکړو کله چې يې خپل ځان قربان کړو.</verse>
				<verse number="28">نو شريعت داسې خلق مشران اِمامان مقرروى چې کمزورى وى، خو د شريعت نه وروستو خُدائ پاک خپل زوئ په قَسم خوړلو سره اِمام مقرر کړو، څوک چې د تل دپاره کامِل کړے شوے دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">اوس چې کومې خبرې مونږ کوُو په هغې کښې د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې زمونږ يو داسې مشر اِمام دے څوک چې په آسمانونو کښې د قادر مطلق خُدائ د تخت ښى لاس ته ناست دے.</verse>
				<verse number="2">هغه په هغه مقدس ځائ او هغه حقيقى خېمې کښې خادِم دے چې انسان نۀ بلکې مالِک خُدائ ودرولې ده.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې هر مشر اِمام د نذارانو او قربانو ورکولو دپاره مقرر دے، نو په کار دى چې زمونږ د اِمام سره هم د ورکولو دپاره څۀ وى.</verse>
				<verse number="4">کۀ هغه په زمکه وے نو هغه به اِمام نۀ وے، ځکه چې نور اِمامان شته دے چې د شريعت په مطابق نذرانې پېش کړى.</verse>
				<verse number="5">هغوئ چې په مقدس ځائ کښې عبادت کوى، نو هغه د هغه آسمانى عبادت نقل او تصوير دے. ځکه چې موسىٰ کله خېمه ودروله نو هغۀ ته دا هدايت ورکړے شُو چې، ”ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړه کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“</verse>
				<verse number="6">خو کوم خدمت چې عيسىٰ ته ورکړے شوے دے د زوړ لوظ نه د هغۀ مينځګړتوب ډېر زيات بهتر دے ځکه چې دا لوظ د ښۀ وعدو په بنياد شوے دے.</verse>
				<verse number="7">ځکه چې کۀ اولنے لوظ بې‌نقصه وو نو بيا به د دوېم لوظ ضرورت نۀ پېښېدو.</verse>
				<verse number="8">خو خُدائ پاک په خلقو کښې نقصان پېدا کړو او هغۀ وفرمائيل، ”مالِک فرمائى چې هغه وخت راروان دے چې زۀ به د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو سره يو نوے لوظ وکړم.</verse>
				<verse number="9">دا به د هغه لوظ په شان نۀ وى کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما هغوئ د لاس نه ونيول او د مِصر نه مې بهر وويستل، ځکه چې هغوئ ما سره کړے لوظ مات کړو. نو زۀ به هم د هغوئ څۀ پرواه نۀ کوم، مالِک فرمائى.</verse>
				<verse number="10">خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.</verse>
				<verse number="11">نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى.</verse>
				<verse number="12">ځکه چې زۀ به د هغوئ په قصورونو رحم کوم او زۀ به نور د هغوئ ګناهونه هيڅکله نۀ يادوم.“</verse>
				<verse number="13">کله چې خُدائ پاک د نوې لوظ خبرې وکړې نو اولنے يې منسوخ کړو، او کوم څيز چې منسوخ او زوړ شى هغه به زر فنا شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">غرض دا چې په اولنى لوظ کښې هم د عبادت او د زمکنى عبادتخانې هدايت وو.</verse>
				<verse number="2">نو يوه خېمه جوړه کړے شوه چې په اوله حِصه کښې ډيوټ، مېز او پېش کړے شوې روټۍ وې، چې ورته مقدس ځائ وائى.</verse>
				<verse number="3">او د دوېمې پړدې نه وروستو هغه خېمه وه چې ورته زيات مقدس ځائ وائى.</verse>
				<verse number="4">په هغې کښې د سرو زرو د خوشبو قربان‌ګاه او د لوظ صندوق وو چې په څلورو واړو طرفو يې سرۀ زر لګېدلى وُو. په دې کښې د من نه ډک يو د سرو زرو منګے، او د هارون زرغونه شوې امسا، او د کاڼو تختۍ چې پرې حُکمونه ليکلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="5">د لوظ صندوق دپاسه د وزرو والا مخلوق جوړ شوى وُو چې د کفارې په تخت يې سورے کړے وو. مونږ اوس دا خبرې په نور تفصيل نۀ شُو بيانولے.</verse>
				<verse number="6">هر کله چې دا څيزونه دغه شان تيار کړے شول نو اولنۍ خېمې ته به اِمامان همېشه وخت په وخت ورننوتل او خپل د عبادت کار به يې کولو.</verse>
				<verse number="7">خو دوېمې ته صرف مشر اِمام په ټول کال کښې يو ځل ورتلو، او بغېر د هغه وينې نه نۀ ورتلو چې هغۀ د ځان دپاره او د اُمت د ناپوهۍ د ګناهونو دپاره پېش کوله.</verse>
				<verse number="8">په دې طريقه روحُ القُدس دا اِشاره کوى چې تر اوسه پورې زيات مقدس ځائ ته لار خلاصه شوې نۀ ده لا ترڅو چې پخوانۍ خېمه ولاړه وه.</verse>
				<verse number="9">دا خېمه د موجوده زمانې يو مِثال دے او په دې کښې داسې نذرونه او قربانۍ ورکړے شوې چې په هغې د عبادت کوونکى ضمير پاک کولے نۀ شو.</verse>
				<verse number="10">بلکې د هغوئ تعلق تش د خوراک څښاک او د پاکېدو تر مختلفو رسمونو پورې وو. دا احکامات تر هغې پورې مقرر دى ترڅو چې هغه وخت راشى چې هر څۀ صحيح کړى.</verse>
				<verse number="11">خو کله چې مسيح د ښو څيزونو دپاره د مشر اِمام په طور راغے نو هغۀ په هغه لويه او کامله خېمه کښې خِدمت وکړو، چې انسان هغه خېمه نۀ ده جوړه کړې او نۀ هغه د دې دُنيا ده.</verse>
				<verse number="12">هغه يو ځل د ټولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتو، د چېلو او سخو وينو سره نه بلکې په خپله وينه يې دغه رنګ ابدى خلاصون زمونږ دپاره حاصل کړو.</verse>
				<verse number="13">کۀ چرې د چېلو او غوَيانو په وينو نوستلو او د سخو په ايرو سره ناپاک خلق او د هغوئ بدنونه پاک کولے شى،</verse>
				<verse number="14">نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بې‌عېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.</verse>
				<verse number="15">په دې وجه مسيح د نوى لوظ مينځګړے دے. نو مقصد يې دا دے چې څوک خُدائ پاک بللى دى چې هغوئ هغه وعده کړے شوے ابدى ميراث حاصل کړى، ځکه چې کومه قربانى چې مسيح ورکړه هغې هغوئ د هغه اولنى لوظ د خطاګانو نه آزاد کړل.</verse>
				<verse number="16">ځکه چرته چې وصيت دے هلته د وصيت کوونکى مرګ ثابتول هم ضرورى دى،</verse>
				<verse number="17">ځکه چې وصيت د مرګ نه پس جارى کيږى او ترڅو چې وصيت کوونکے ژوندے وى تر هغې دا وصيت نۀ جارى کيږى.</verse>
				<verse number="18">هم دغسې اولنے لوظ هم بغېر د وينې نه نۀ وو شوے.</verse>
				<verse number="19">ځکه چې کله موسىٰ ټول اُمت ته د شريعت هر يو حُکم واورولو نو هغۀ د سخو او چېلو وينه د اوبو او سرې وړۍ او د ويلنې سره راواخسته او په خپله يې په هغه کِتاب او په ټول اُمت ونوستله،</verse>
				<verse number="20">او هغۀ وفرمائيل چې، ”دا د هغې لوظ وينه ده د کوم حُکم چې خُدائ پاک تاسو له درکړے دے.“</verse>
				<verse number="21">او هم دغه شان هغۀ په خېمه کښې او په عبادت کښې استعمالېدونکو ټولو څيزونو باندې وينه ونوستله.</verse>
				<verse number="22">په حقيقت کښې ټول څيزونه د شريعت په مطابق وينه پاکوى، او بغېر د وينې د تويولو نه د ګناهونو معافى نۀ کيږى.</verse>
				<verse number="23">د آسمانى څيزونو نمونې دپاره دا ضرورى وه چې هغه په دې طريقه پاک کړے شى، خو آسمانى څيزونو ته په خپله د دې نه د ښې قربانۍ ضرورت دے.</verse>
				<verse number="24">ځکه چې مسيح هغه مقدس ځائ ته ورداخل نۀ شو چې په انسانى لاسونو جوړ وو چې د حقيقى عبادتخانې نقل وو، بلکې هغه په خپله په آسمان کښې داخل شو چې د خُدائ پاک په حضور کښې زمونږ دپاره حاضر شى.</verse>
				<verse number="25">هغه آسمان ته د خپل ځان د بار بار قربانۍ پېش کولو دپاره داخل نۀ شو څنګه چې مشر اِمام په زمکه باندې کال په کال هغه زيات مقدس ځائ ته د ځناورو د وينى سره ورننوځى.</verse>
				<verse number="26">ځکه چې داسې به هغۀ د دُنيا د پېدايښت نه دا تکليف بيا بيا زغملو. خو داسې نۀ ده هغه اوس په يو ځل د زمانې په آخر د ټولو دپاره راښکاره شو چې د خپلې قربانۍ په وسيله ګناه ختمه کړى.</verse>
				<verse number="27">او لکه چې څنګه د بنى آدم دپاره يو ځل مړ کېدل مقرر دى، او د هغې نه پس به عدالت ته وړاندې کيږى،</verse>
				<verse number="28">نو مسيح هم هغه شان يو ځل د ډېرو خلقو د ګناه وړلو دپاره قربان شوے دے. نو دوېم ځل چې هغه ښکاره شى نو د ګناه د قربانۍ دپاره نه، بلکې د هغوئ د دپاره څوک چې په ډېره مينه د هغۀ اِنتظار کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">ځکه چې شريعت صرف د راتلونکو ښو څيزونو سورے دے او د هغه حقيقى څيزونو اصلى شکل نۀ دے، او کومې قربانۍ چې هر کال بې‌ناغې کولے شى دا کله هم هغه خلق کاملولے نۀ شى څوک چې د خُدائ پاک عبادت کوى.</verse>
				<verse number="2">کۀ چرې هغوئ مکمل پاکوالے ورکولے شو، نو دا قربانۍ به ختمې شوې وې او عبادت کوونکى به يو ځل د تل دپاره پاک شوى وُو نو بيا به هغوئ خپل ځان ګناه ګار نۀ ګڼلو.</verse>
				<verse number="3">بلکې دا قربانيانې هر کال ګناهونه رايادوى.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې دا ممکنه نۀ ده چې د غوَيانو او چېلو وينه ګناهونه لرې کړى.</verse>
				<verse number="5">ځکه خو کله چې مسيح دُنيا ته راغلو نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تا قربانى او نذرانه خوښه نۀ کړه بلکې تا زما دپاره يو بدن تيار کړو.</verse>
				<verse number="6">په سوزېدلې نذرانه او د ګناه په نذرانه تۀ خوشحاله نۀ وې.</verse>
				<verse number="7">بيا ما وفرمائيل، وګوره خُدايه پاکه، زۀ راغلم چې ستا مرضى پوره کړم، اے خُدايه پاکه، د کِتاب مقدس په پاڼو کښې يې زما په حقله دا ليکلى دى.“</verse>
				<verse number="8">مسيح اول وفرمائيل چې، ”نۀ خو تا قربانى او نذرونه او پوره سوزېدونکې نذرانې او د ګناه نذرانې خوښې کړې او نۀ په هغې خوشحاله شوے وې“ کۀ څۀ هم چې دا قربانۍ د شريعت په مطابق پېش کيږى.</verse>
				<verse number="9">او بيا هغۀ دا وفرمائيل چې، ”وګوره، زۀ راغلم چې ستا مرضى پوره کړم.“ هغه اولنۍ قربانى ځکه منسوخ کوى چې دوېمه قربانى هغه ځائ ونيسى.</verse>
				<verse number="10">او د خُدائ پاک د مرضۍ په وسيله مونږ د عيسىٰ مسيح د بدن د يو ځل قربانېدو په وجه د همېشه دپاره پاک کړے شُو.</verse>
				<verse number="11">او هر يو اِمام روزانه د هغۀ خدمت کښې ولاړ وى او هم هغه يو رنګ قربانۍ بيا بيا پېش کوى کومې چې هيڅکله هم ګناهونه نۀ شى ختمولے.</verse>
				<verse number="12">خو کله چې مسيح د همېشه دپاره د ګناهونو د ختمولو دپاره يوه قربانى ورکړه نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته کښېناستو.</verse>
				<verse number="13">او د هغه وخت نه په دې انتظار دے چې د هغۀ دشمنان د هغۀ د پښو د لاندې کړے شى.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې هغه د يوې قربانۍ ورکولو په وسيله هغوئ د همېشه دپاره کامِل کړل څوک چې پاک کړے شوى دى.</verse>
				<verse number="15">او روحُ القُدس هم مونږ ته دغه ګواهى راکوى ځکه چې هغه فرمائى چې،</verse>
				<verse number="16">”خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم.“</verse>
				<verse number="17">او بيا دا هم فرمائى چې، ”زۀ به د هغوئ ګناهونه او بې‌شرعې کارونه نور بيا کله هم ياد نۀ کړم.“</verse>
				<verse number="18">او چې د هغوئ معافى شوې ده نو بيا نور د ګناهونو دپاره د قربانۍ پېش کولو حاجت نشته.</verse>
				<verse number="19">نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو.</verse>
				<verse number="20">هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه،</verse>
				<verse number="21">نو ځکه چې مونږ سره لوئ اِمام دے څوک چې د خُدائ پاک د کور مختيار دے،</verse>
				<verse number="22">نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.</verse>
				<verse number="23">راځئ چې مونږ د خپل اُميد په اقرار کولو بغېر د يرېدو نه کلک ودرېږو ځکه چا چې لوظ کړے دے هغه وفادار دے.</verse>
				<verse number="24">او راځئ چې سوچ وکړُو چې څنګه يو بل ته د مينې او نېکو کارونو د کولو ترغيب ورکوو.</verse>
				<verse number="25">او چې مونږ په خپلو کښې د جماعت د راټولېدو نه منع نۀ شُو څنګه چې د ځينو خلقو عادت دے، بلکې يو بل له ډاډګيرنه ورکړئ، او څنګه چې تاسو د مالِک ورځ په رانزدې کېدو وينئ.</verse>
				<verse number="26">کۀ چرې مونږ د حق د پېژندلو نه پس هم قصداً ګناهونه کوُو نو بيا زمونږ د ګناهونو دپاره د يوې قربانۍ هم څۀ فائده نشته.</verse>
				<verse number="27">خو يو يروونکے عدالت او غضبناک اور پاتې دے چې د خُدائ پاک مخالفين به وسوزوى.</verse>
				<verse number="28">هر څوک هم چې د موسىٰ شريعت نۀ منى هغه به د دوو يا درېو ګواهانو په ګواهۍ بغېر د څۀ رحم نه هلاک کړے شى،</verse>
				<verse number="29">نو تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به د څومره زياتې سزا لائق وګرځى چا چې د خُدائ پاک زوئ سپک ګڼلے وى، او د لوظ وينه چې هغوئ پرې پاک شوى وُو د هغې بې‌حرمتى کړى وى، او د فضل د روح بې‌عزتى يې کړى وى؟</verse>
				<verse number="30">ځکه چې مونږ هغه پېژنو چا چې فرمائيلى دى چې، ”بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم،“ او بيا دا چې، ”مالِک به د خپل اُمت عدالت کوى.“</verse>
				<verse number="31">د ژوندى خُدائ پاک په لاسونو کښې ورتلل ډېره هيبتناکه خبره ده.</verse>
				<verse number="32">خو هغه اولنۍ ورځې رايادې کړئ کله چې د خُدائ پاک نُور په تاسو وځلېدو، نو تاسو په سخت وخت کښې مصيبتونه وزغمل او قائم پاتې شوئ.</verse>
				<verse number="33">تاسو په څو څو کرَته بې‌عزته او د مصيبتونو په وجه د خلقو تماشه شوئ، او کله کله تاسو د هغوئ په بد سلوکۍ کښې هم مدد وکړو چا چې دا مصيبتونه زغمل،</verse>
				<verse number="34">د قېديانو سره تاسو همدردى وکړه، او تاسو د خپل مال لوټ کېدل په خوشحالۍ سره منظور کړل، ځکه چې تاسو په دې پوهه وئ چې تاسو سره يو بهتر او د تل ميراث دے.</verse>
				<verse number="35">نو په دې وجه خپله زړۀ ورتيا مۀ پرېږدئ ځکه چې د دې ډېر اجر دے.</verse>
				<verse number="36">نو تاسو ته د صبر ضرورت دے نو چې کله تاسو د خُدائ پاک مرضى پوره کړئ نو تاسو به دا لوظ کړے شوى څيزونه حاصل کړئ.</verse>
				<verse number="37">ځکه، ”اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى.</verse>
				<verse number="38">څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى. او زما زړۀ د هغوئ نه خوشحاله نۀ دے څوک چې د ايمان نه وروستو کيږى.“</verse>
				<verse number="39">خو مونږ هغه خلق نۀ يُو څوک چې ايمان نه وروستو شى او بيا هلاک شى، خو مونږ وفادار خلق يُو څوک چې به بچ شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">نو ايمان دا دے چې په هغه څيزونو باور وکړُو چې د کوم په اُميد يُو، او په ناليدلو څيزونو يقين وکړُو.</verse>
				<verse number="2">په حقيقت کښې زمونږ مشرانو د ايمان په وسيله د خُدائ پاک قبوليت حاصل کړو.</verse>
				<verse number="3">د ايمان په وسيله مونږ ته پته ده چې عالمونه د خُدائ پاک په کلام جوړ شوى دى، نو چې څۀ په نظر راځى هغه د هغه څيزونو نه جوړ شوى دى کوم چې په نظر نۀ ښکارى.</verse>
				<verse number="4">د ايمان په وسيله د خُدائ پاک دپاره هابيل د قائِن نه بهتره قربانى پېش کړه، او هم د دې په وسيله هغه د صادق په توګه منظور شو، او خُدائ پاک په خپله د هغۀ قربانى قبوله کړه، هغه مړ هم شو، خو د خپل ايمان په وسيله هغۀ زمونږ دپاره يو مثال پېش کړو.</verse>
				<verse number="5">د ايمان په وسيله حنوک مړ نۀ شو بلکې آسمان ته ژوندے پورته کړے شو. هغه هيچا ونۀ موندلو ځکه چې خُدائ پاک هغه بره اوچت کړے وو، ځکه چې د هغۀ د پورته کېدو نه مخکښې دا ګواهى ورکړے شوه چې د هغۀ نه خُدائ پاک راضى دے.</verse>
				<verse number="6">او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى، ځکه چې څوک خُدائ پاک ته راځى هغوئ ته په دې ايمان راوړل په کار دى چې هغه موجود دے او چې څوک هغه لټوى، هغوئ ته اجر ورکوى.</verse>
				<verse number="7">د ايمان په وسيله نوح د هغه څيزونو په باب کښې چې تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل، هدايت وموندو او د خپل خاندان د بچ کولو دپاره يې کِشتۍ جوړه کړه. هغۀ د خپل ايمان په وسيله ټوله دُنيا مجرمه کړه او د هغه صداقت وارث شو چې د ايمان په سبب وو.</verse>
				<verse number="8">د ايمان په وسيله کله چې اِبراهيم وبللے شو نو هغه حُکم يې ومنلو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې ملاوېدونکے وو، او ورته دا پته نۀ وه چې چرته روان دے خو بيا هم د خپل مُلک نه روان شو.</verse>
				<verse number="9">او د ايمان په وسيله په هغه مُلک کښې د مسافرو په شان دېره شو د کوم چې ورسره لوظ شوے وو، او سره د اِسحاق او يعقوب چې هغوئ هم په هغه لوظ وارثان وُو، په خېمو کښې اوسېدل.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې اِبراهيم د هغه مضبوط ښار ليدو اُميد ساتلو چې د منصوبې ماهر او جوړوونکے يې خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="11">هم د ايمان په وسيله ساره د ماشوم پېدا کولو طاقت وموندو، اګر کۀ هغه ډېره بوډۍ او شنډه هم وه خو د هغې دا ايمان وو چې خُدائ پاک به خپل لوظ پوره کوى.</verse>
				<verse number="12">نو په دې وجه بيا د يو سړى نه چې د مړى په شان وو، چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى بې‌شمېره اولاد پېدا شو.</verse>
				<verse number="13">هغه ټول خلق مړۀ شول د چا چې تر مرګ پورې د خُدائ پاک په ورکړے شوى لوظ ايمان وو. هغوئ ته هغه څۀ مِلاو نۀ شو د کوم څيز چې لوظ شوے وو خو هغوئ د لرې نه دا وليدو او ورته خوشحاله شول. هغوئ دا خبره قبوله کړه چې په زمکه هغوئ مسافر او غېر مُلکيان وُو.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې کوم خلق دغه شان خبرې کوى، د هغوئ نه د دې خبرې پته لګى چې هغوئ د خپل مُلک په تلاش کښې دى.</verse>
				<verse number="15">کۀ هغوئ د هغه مُلک ارمان کولو د کوم نه چې هغوئ راوتلى وُو، نو هغوئ ته د واپس تللو موقع وه.</verse>
				<verse number="16">خو په حقيقت کښې هغوئ د يو بهتر ځائ، يعنې د آسمانى مُلک په تلاش کښې وُو، نو ځکه خُدائ پاک په دې نۀ شرميږى چې د هغوئ خُدائ پاک دې وبللے شى، نو هغۀ هغوئ له يو ښار تيار کړے دے.</verse>
				<verse number="17">هم د ايمان په وسيله اِبراهيم د آزمېښت په وخت اِسحاق د قربانۍ په توګه پېش کړو. اِبراهيم چا سره چې خُدائ پاک لوظونه کړى وُو هغه دې ته تيار شو چې خپل يکى يو زوئ قربان کړى،</verse>
				<verse number="18">کۀ څۀ هم چې خُدائ پاک فرمائيلى وُو، ”چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.“</verse>
				<verse number="19">ځکه چې د اِبراهيم په دې ايمان وو چې خُدائ پاک د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو قدرت لرى، نو څنګه چې هغۀ وئيل نو هم هغسې يې هغه د مړو نه بيا ژوندے وموندلو.</verse>
				<verse number="20">هم د ايمان په وسيله اِسحاق يعقوب او عِيسو دواړو ته د مستقبل برکت ورکړو.</verse>
				<verse number="21">هم د ايمان په وسيله يعقوب چې کله مړ کېدو د يوسف وړو زامنو ته يې برکت ورکړو او د خپلې امسا په سر يې د تکيه کولو سره سجده وکړه.</verse>
				<verse number="22">هم د ايمان په وسيله کله چې د يوسف مرګ نزدې شو نو د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د وتلو هدايت يې وکړو او د خپلو هډُوکو د ښخولو په حقله يې حُکم ورکړو.</verse>
				<verse number="23">هم د ايمان په وسيله د موسىٰ مور پلار د هغۀ د پېدايښت نه پس تر درېو مياشتو پورې هغه پټ وساتلو ځکه چې هغوئ وليدل چې ماشوم ښکلے دے او هغوئ د بادشاه د حُکم نه ونۀ يرېدل.</verse>
				<verse number="24">د ايمان په وسيله موسىٰ چې کله لوئ شو نو د فِرعون د لور د زوئ بللو نه يې اِنکار وکړو.</verse>
				<verse number="25">هغۀ د عارضى ژوندون د يو څو ورځو عېش عشرت او ګناه په ځائ د خُدائ پاک د اُمت سره د بد سلوک زغمل زيات خوښ کړل.</verse>
				<verse number="26">هغۀ د مسيح دپاره بد سلوک زغمل د مِصر د خزانو نه لوئ دولت وګڼلو ځکه چې د هغۀ نظر په لوئ اجر حاصلولو وو.</verse>
				<verse number="27">هم د ايمان په وسيله موسىٰ مِصر پرېښودو او د بادشاه د قهر نه ونۀ يرېدو، او خپل سفر يې جارى وساتلو ځکه چې د هغۀ نظر په ناليدلى خُدائ پاک باندې وو او پرې قائم پاتې شو.</verse>
				<verse number="28">هم د ايمان په وسيله موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د فسح اختر کولو حکم وکړو او د دروازو په دُرشلونو باندې يې په وينه نوستلو عمل وکړو د دې دپاره چې د مرګ فرښته د دوئ اول پېدا شوى زامن هلاک نۀ کړى.</verse>
				<verse number="29">او د ايمان په وسيله بنى اِسرائيل په بحرِقُلزم داسې پورې وتل لکه چې په وُچه زمکه، خو کله چې مِصريانو د پورې وتو کوشش وکړو نو غرق شول.</verse>
				<verse number="30">هم د ايمان په وسيله د يريحو ښار دېوالونه د بنى اِسرائيلو تر اوو ورځو پورې ګېرچاپېره تاوېدلو نه پس راونړېدل.</verse>
				<verse number="31">هم د ايمان په وسيله راحب کنجره د نافرمانو سره هلاکه نۀ شوه ځکه چې هغې اِسرائيلى جاسوسان په خير قبول کړى وُو.</verse>
				<verse number="32">او نور زۀ څۀ ووايم؟ ځکه دومره وخت راسره نشته چې د جدعون، برق، سمسون، جفتاه، داؤد، سموئيل او د نورو نبيانو حال بيان کړم.</verse>
				<verse number="33">هغوئ د ايمان په وسيله بادشاهۍ فتح کړې، د عدل او اِنصاف حکومت يې قائم کړو او هغه لوظونه چې خُدائ پاک کړى وُو وې موندل، د زمرو خولې يې بندې کړې،</verse>
				<verse number="34">د اور تاو يې بند کړو، او د تُورې د مخ نه بچ شول. هغوئ په کمزورتيا کښې طاقت حاصل کړو، په جنګ کښې طاقتور شول او د غېرو مُلکونو فوجونه يې په تېښته کړل.</verse>
				<verse number="35">ښځو خپل مړى بيا ژوندى وموندل. ځينو په ځان وهل ټکول تير کړل، رهائى يې منظوره نۀ کړه، د دې دپاره چې هغوئ ته بهتر قيامت حاصل شى.</verse>
				<verse number="36">په ځينو پورې يې ټوقې وکړې، په کوړو يې ووهل، او څۀ يې په زنځيرونو وتړل او په قېد کښې يې واچول.</verse>
				<verse number="37">ځينې يې سنګسار کړل، او په اره يې وڅيرل، په تُورو يې مړۀ کړل، د ګډو بيزو څرمنې يې اغوستې وې، په محتاجۍ، په مصيبت، د بد سلوکۍ په حالت کښې سروهلى بروهلى ګرځېدل.</verse>
				<verse number="38">دُنيا د هغوئ لائقه نۀ وه، هغوئ په دشتو، غرونو او د زمکې په غارونو او سوړو کښې هواګير وګرځېدل.</verse>
				<verse number="39">د خپل ايمان په وجه د هغوئ ټولو ښۀ تعريف وشو، خو هغه څۀ ورته مِلاو نۀ شول د کوم چې ورسره لوظ شوے وو.</verse>
				<verse number="40">نو خُدائ پاک زمونږ دپاره يوه ښۀ منصوبه جوړه کړې وه، هغه دا چې زمونږ سره به هغوئ کامِل کړے شى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده.</verse>
				<verse number="2">او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بې‌عزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.</verse>
				<verse number="3">په هغه چا غور وکړئ چا چې د ګناهګارانو خلقو دومره مخالفت وزغملو، نو چې تاسو ستړى او بې‌همته نۀ شئ.</verse>
				<verse number="4">ستاسو د ګناه خلاف جنګ کښې تاسو لا تر اوسه دې حد پورې نۀ يئ رسېدلى چې په کښې ستاسو وينه تويه شوى وى.</verse>
				<verse number="5">او تاسو هغه نصيحت هېر کړے دے چې تاسو له د زامنو په شان په دې ټکو درکړے شو چې، ”زما زويه، د مالِک تنبيه سپکه مۀ ګڼه، چې هر کله چې هغه تا ملامتوى، نو بې‌زړۀ کېږه مه.</verse>
				<verse number="6">ځکه چا سره چې مالِک خُدائ مينه کوى نو د هغۀ تنبيه هم کوى. او هغه هر هغه چا له سزا هم ورکوى چې هغه يې د خپل زوئ په توګه قبول کړى.“</verse>
				<verse number="7">تاسو تنبيه وزغمئ، خُدائ پاک تاسو سره د زامنو په شان سلوک کوى. پلار د هر يو زوئ تنبيه کوى.</verse>
				<verse number="8">او کۀ تاسو له هغه تنبيه درنۀ کړے شى په کومه کښې چې ټول بچى شريک دى نو تاسو حراميان شوئ، نه چې زامن.</verse>
				<verse number="9">د دې نه علاوه زمونږ انسانى پلاران څوک چې مونږ تنبيه کوى نو په دې وجه مونږ د هغوئ عزت کوُو. نو مونږ به د دې نه څومره زياته د هغه چا تابعدارى کوُو څوک چې زمونږ روحانى پلار دے او مونږ له ژوند راکوى؟</verse>
				<verse number="10">هغوئ خو د لږ وخت دپاره د خپلې پوهې په مطابق زمونږ تنبيه کوى، خو د خُدائ پاک تنبيه کول زمونږ د فائدې دپاره دى ترڅو چې مونږ د هغۀ په پاکوالى کښې شامل شُو.</verse>
				<verse number="11">همېشه په تنبيه کولو کښې مزه نۀ وى بلکې هغه دردناک وى. خو وروستو دا د هغوئ دپاره د صداقت او امن مېوه ونيسى د چا چې تنبيه شوى وى.</verse>
				<verse number="12">نو په دې وجه خپل کمزورى لاسونه او پښې مضبوطې کړئ.</verse>
				<verse number="13">د خپلو پښو دپاره نېغې لارې خوښې کړئ ځکه څوک چې شل ګوډ دى چې هغوئ درز ونۀ خورى بلکې مضبوط شى.</verse>
				<verse number="14">ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.</verse>
				<verse number="15">خو دې ته ګورئ چې څوک د خُدائ پاک د فضل نه پاتې نۀ شى، او هسې نه چې چرته زهريله جرړه راونۀ ټوکيږى او ستاسو دپاره د عذاب سبب شى او د هغې په سبب ډېر خلق پليت شى.</verse>
				<verse number="16">او د دې خبرې خيال ساتئ چې په تاسو کښې څوک د عِيسو په شان زناکار او بې‌دينه نۀ شى چا چې د يو وخت د روټۍ په بدل کښې د خپلې مشرۍ حق خرڅ کړو.</verse>
				<verse number="17">نو تاسو ته پته ده چې کله بيا هغۀ وروستو د برکت وارث کېدل غوښتل نو هغه نامنظور شو. او هغۀ ته د توبې ويستلو موقع مِلاو نۀ شوه سره د دې چې هغۀ په وير ژړا په هغه برکت پسې ډېر لټون وکړو.</verse>
				<verse number="18">نو تاسو هغه غر ته نۀ يئ راغلى چې به د اور شغلو، تيارې، تورتم او طوفان راګېرولو، لکه څنګه چې بنى اِسرائيل د سينا غرۀ ته راغلى وُو.</verse>
				<verse number="19">او کله چې د بيګل آواز او کلام خلقو واورېدو نو هغوئ مِنت وکړو چې مونږ سره دې نور کلام ونۀ کړے شى.</verse>
				<verse number="20">نو هغوئ دا حُکم برداشت نۀ کړے شو چې، ”کۀ يو ځناور هم د دې غر سره ولګى نو هغه دې په کاڼو مړ کړے شى.“</verse>
				<verse number="21">هغه منظر په رښتيا سره داسې هيبتناک وو چې موسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ د يرې نه ډېر رپېږم.“</verse>
				<verse number="22">خو تاسو د صيون غر د ژوندى خُدائ پاک ښار آسمانى يروشلم او د بې‌شمېره او د زرګونو فرښتو محفل ته راغلى يئ.</verse>
				<verse number="23">او تاسو د خُدائ پاک اول پېدا شوو مجلس ته راغلى يئ د چا نومونه چې په آسمان کښې ليکلے شوى دى. تاسو خُدائ پاک له راغلى يئ چې د ټولو خلقو منصف دے، او تاسو د صادقانو روحونو ملاقات له راغلى يئ چې کامِل شوى دى،</verse>
				<verse number="24">او تاسو د نوې لوظ مينځګړى عيسىٰ او د هغۀ نوستلے شوې د شهادت وينې له راغلى يئ، او د هغۀ قربانى د هابيل د قربانۍ نه ډېر بهتره وه.</verse>
				<verse number="25">نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟</verse>
				<verse number="26">د خُدائ پاک آواز هغه وخت زمکه ولړزوله خو اوس هغۀ دا لوظ کړے دے چې، ”اوس يو ځل بيا به زۀ يواځې زمکه نه، بلکې آسمان هم ولړزوم.“</verse>
				<verse number="27">د هغۀ د ”يو ځل بيا“ الفاظ دې ته اِشاره کوى چې خوځېدونکى څيزونه به ختم شى، او نۀ خوځېدونکى څيزونه به پاتې شى.</verse>
				<verse number="28">نو چې مونږ ته داسې بادشاهى ملاوېدونکې ده چې هغه نۀ خوځېدونکې ده، نو راځئ چې شُکر ګزارى او په احترام او يرې سره خُدائ پاک ته خوښ عبادت وکړو.</verse>
				<verse number="29">نو ځکه چې زمونږ خُدائ پاک سوزونکے اور هم دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">د وروڼو او خوېندو په شان د يو بل سره مينه کوئ.</verse>
				<verse number="2">د مسافرو د مېلمستيا کولو نه بې‌پرواه کېږئ مه، ځکه چې د دې په وجه ځينو خلقو د فرښتو مېلمستيا هم کړې ده خو پوهه شوى نۀ دى.</verse>
				<verse number="3">قېديان داسې يادوئ لکه چې تاسو ورسره په قېد کښې يئ، او چې د چا سره بد سلوکى کيږى، هغوئ داسې ګڼئ لکه چې تاسو سره په خپله بد سلوکى شوى وى.</verse>
				<verse number="4">په کار دى چې ټول د وادۀ احترام وکړى، او ښځه او خاوند دې د يو بل سره وفادار پاتې شى ځکه چې خُدائ پاک به په خپله د حرامکارو زناکارو عدالت کوى.</verse>
				<verse number="5">د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“</verse>
				<verse number="6">نو ځکه مونږ ډېر په زړۀ ورتيا سره وايو چې، ”مالِک زما مددګار دے، زۀ به ونۀ يرېږم، انسان به زما څۀ وکړى؟“</verse>
				<verse number="7">خپل مشران ياد ساتئ، چا چې تاسو ته د خُدائ پاک کلام بيان کړو. د هغوئ د ژوند د طريقو نتيجو ته غور وکړئ او د هغوئ د ايمان سره سيالى کوئ.</verse>
				<verse number="8">عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے.</verse>
				<verse number="9">د هر قسم او مختلف تعليمونو په وجه بې‌لارې کېږئ مه، ځکه چې دا ښۀ ده چې زړۀ په فضل مضبوط شى، نۀ د هغه خوراکونو په اصُولو کومو چې هغوئ ته څۀ فائده نۀ ده ورکړى چا چې دا منل.</verse>
				<verse number="10">زمونږ داسې قربان‌ګاه ده چې هغوئ ترې د خوراک کولو حق نۀ لرى څوک چې په خېمه کښې خدمت کوى.</verse>
				<verse number="11">مشر اِمام د ځناورو وينه زيات مقدس ځائ ته د ګناه د کفارې په طور وړى، خو د هغوئ لاشونه د خېمې نه بهر سوزولے شى.</verse>
				<verse number="12">نو ځکه عيسىٰ هم د ښار د دروازې نه بهر تکليف وزغملو د دې دپاره چې د خپلې وينې په وسيله خلق مقدس کړى.</verse>
				<verse number="13">نو راځئ چې هغۀ له د خېمو نه بهر ورشُو او هغه بې‌عزتى وزغمو چې هغۀ زغملې وه.</verse>
				<verse number="14">ځکه چې دلته زمونږ يو ښار قائم پاتې کېدونکے نشته بلکې مونږ د هغه ښار په لټون کښې يُو چې راتلونکے دے.</verse>
				<verse number="15">ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.</verse>
				<verse number="16">او نېکى کول او سخاوت مۀ هېروئ ځکه چې خُدائ پاک په داسې قربانو خوشحاليږى.</verse>
				<verse number="17">د خپلو مشرانو خبره اورئ او د هغوئ د حُکم تابعدارى کوئ ځکه چې هغوئ ستاسو په روحانى ژوند نظر ساتى او خُدائ پاک به د هغوئ په خپله تپوس کوى، نو هغوئ دې خپله ذمه وارى په خوشحالۍ او بې‌شکايته سر ته رسوى، هسې نه چې تاسو ته د دې نه څۀ فائده مِلاو نۀ شى.</verse>
				<verse number="18">زمونږ دپاره دُعا کوئ ځکه چې زمونږ يقين دے چې زمونږ ضمير پاک دے او زمونږ خواهش دے چې په هر لحاظ د عزت ژوند تېر کړُو.</verse>
				<verse number="19">زۀ تاسو ته خاص درخواست کوم چې دُعا وکړئ نو چې زۀ زر تاسو له بيا راشم.</verse>
				<verse number="20">اوس دې د سلامتۍ خُدائ پاک چا چې د تل د لوظ د وينې په وسيله زمونږ مالِک عيسىٰ چې لوئ شپون دے د مرګ نه بيا راژوندے کړو،</verse>
				<verse number="21">هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره تاسو ته هر څۀ درکړى او هغه دې د عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ کښې هغه کارونه وکړى څۀ چې د هغۀ خوښ وى. د هغۀ حمد و ثنا دې تل تر تله وى. آمين.</verse>
				<verse number="22">اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته مِنت زارى کوم چې زما د نصيحت په کلام باندې غور وکړئ، کومه لنډه ليکنه چې ما تاسو ته وکړه.</verse>
				<verse number="23">زۀ غواړم چې تاسو خبر شئ چې زمونږ ورور تيموتيوس آزاد شو. کۀ چرې هغه دلته زر راشى نو زۀ به هغۀ سره تاسو له ملاقات له درشم.</verse>
				<verse number="24">خپلو ټولو مشرانو او ټولو مقدسينو ته سلام ووايئ. د اِټلى ايمانداران وروڼه تاسو ته سلام کوى.</verse>
				<verse number="25">او په تاسو ټولو دې فضل وى، آمين.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="59">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د خُدائ پاک او د مالِک عيسىٰ مسيح غلام د يعقوب د طرفه دې هغه دولسو واړو قبيلو ته چې په مختلفو قومونو کښې خوارۀ وارۀ شوى دى، هغوئ ټولو ته دې سلام وى.</verse>
				<verse number="2">اے زما وروڼو او خوېندو، کله چې تاسو په قِسما قِسم آزمېښتونو کښې راګېر شئ نو خپل ځان بختور ګڼئ.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو د ايمان آزمېښت صبر پېدا کوى.</verse>
				<verse number="4">نو پرېږدئ چې صبر په تاسو کښې خپل کار پوره کړى چې تاسو پاخۀ او بالغان شئ او په تاسو کښې به بلکل د څۀ خبرې کمے نۀ وى.</verse>
				<verse number="5">خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بې‌خفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.</verse>
				<verse number="6">خو په ايمان سره دې سوال کوى او هيڅ شک مۀ کوئ ځکه چې شک کوونکے د سمندر د هغه چپو په مِثال دے کومې چې د هوا په زور بره او ښکته کيږى.</verse>
				<verse number="7">داسې سړے دې دا نۀ ګڼى چې ګنې ما ته به د مالِک نه څۀ په لاس راشى.</verse>
				<verse number="8">داسې سړے دوه زړيه وى او په خپلو ټولو کارونو ټينګ ولاړ نۀ وى.</verse>
				<verse number="9">نو غريب ورور دې په خپله اوچته مرتبه فخر وکړى،</verse>
				<verse number="10">خو مالدار دې په خپل عاجز حالت فخر وکړى، ځکه چې مالداره به لکه د ځنګلى ګل په شان اوچ شى.</verse>
				<verse number="11">څنګه چې د نمر تاو واښۀ او ګلونه اوچوى او د هغوئ ښائست ختموى، نو دغه شان به مالدار هم سره د خپل ټول کاروبار ختم او د خاورو سره خاورې شى.</verse>
				<verse number="12">بختور دے هغه څوک چې آزمېښت برداشت کړى، ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده.</verse>
				<verse number="13">د آزمېښت په وخت کښې دې څوک هم داسې نۀ وائى چې، ”زۀ خُدائ پاک ووآزمائيلم،“ ځکه چې خُدائ پاک څوک هم په ګناه نۀ آزمائى او نۀ هغه څوک په آزمېښت کښې اچوى.</verse>
				<verse number="14">خو هر څوک هغه وخت په آزمېښت کښې پرېوځى کله چې هغه د خپلو شهوانى خواهشاتو په جال کښې راګېر شى.</verse>
				<verse number="15">نو کله چې د هغۀ بد خواهش راوچت شى نو ګناه ترېنه پېدا شى، او کله چې ګناه زياته شى نو مرګ ترې پېدا شى.</verse>
				<verse number="16">اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، مۀ دوکه کېږئ.</verse>
				<verse number="17">هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے. هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى.</verse>
				<verse number="18">هغۀ د خپل مقصد پوره کولو دپاره مونږ د حق کلام په وسيله پېدا کړُو نو چې مونږ د هغۀ په مخلوقاتو کښې وړومبۍ مېوه شُو.</verse>
				<verse number="19">اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى.</verse>
				<verse number="20">ځکه چې د انسان غصه د خُدائ پاک د صداقت کار نۀ شى کاملولے.</verse>
				<verse number="21">نو ځکه تاسو ټول د ځان نه د پليتوالے او د بدۍ ګند لرې کړئ، او هغه کلام ډېر په عاجزۍ سره قبول کړئ چې په تاسو کښې کَرلے شوے دے. په دې کښې ستاسو د ژوند بچ کولو طاقت دے او دا تاسو بچ کولے شى.</verse>
				<verse number="22">خو په کلام عمل کوونکى جوړ شئ، او مۀ صرف هغه اورېدونکى جوړېږئ څوک چې ځان دوکه کوى.</verse>
				<verse number="23">ځکه چې هر څوک چې د کلام اورېدونکى دى خو په هغې عمل نۀ کوى نو هغه د هغه سړى په شان دے څوک چې خپل شکل په آئينه کښې ګورى.</verse>
				<verse number="24">او خپل ځان ته د کتلو نه وروستو هغه لاړ شى او سمدستى ترې هېر شى چې هغه څنګه ښکارېدو.</verse>
				<verse number="25">خو کوم سړے چې هغه کامِل شريعت ته په غور سره ګورى چې خلاصون ورکوى او په هغې عمل کوى او څۀ چې هغه واورى هغه هېر نۀ کړى نو په هغې باندې په عمل کولو به هغه برکت حاصل کړى.</verse>
				<verse number="26">کۀ څوک خپل ځان دينداره ګڼى او بيا خپله ژبه په قابو کښې نۀ ساتى، هغه خپل ځان دوکه کوى، او د هغۀ ديندارى بې‌کاره ده.</verse>
				<verse number="27">د خُدائ پلار په وړاندې چې خالص او پاک دين دے يعنې هغه دا چې د يتيمانانو او کونډو په مشکلاتو کښې د هغوئ مدد وکړئ او خپل ځان د دُنيا د ګندګۍ نه وساتئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ چرې ستاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان وى څوک چې د جلال مالِک دے، نو بيا تاسو څنګه طرفدارى کولے شئ؟</verse>
				<verse number="2">فرض کړئ چې کۀ يو سړى د سرو زرو ګوته او ښائسته جامې اغوستې وى او ستاسو د عبادت ځائ ته راشى او يو غريب سړے هم په شلېدلو جامو کښې دننه راشى،</verse>
				<verse number="3">کۀ تاسو هغه سړى ته زيات اهميت ورکړئ چې ښائسته جامې يې اچولې وى او ورته ووايئ چې، ”دلته بره د دې عزت په ځائ کښې کښېنئ،“ خو غريب سړى ته ووايئ چې، ”تۀ هلته ودرېږه،“ او يا، ”بهر د ور سره نزدې کښېنه،“</verse>
				<verse number="4">نو ولې دا تاسو په خپل مينځ کښې طرفدارى ونۀ کړه؟ او تاسو د بدنېتۍ منصفان نۀ شوئ؟</verse>
				<verse number="5">اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟</verse>
				<verse number="6">خو تاسو د غريب سپکاوے وکړو. ولې دا مالداره نۀ دے چې په تاسو ظلم کوى او عدالت ته مو راکاږى؟</verse>
				<verse number="7">ولې دا هغوئ نۀ دى څوک چې د هغه چا د عزتمند نوم په حقله کُفر غروى په کوم نوم چې تاسو يادېږئ؟</verse>
				<verse number="8">کۀ په حقيقت کښې تاسو په هغه شاهى شريعت عمل وکړئ چې په کِتاب مقدس کښې دے چې فرمائى چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه کوئ،“ نو تاسو ښۀ کوئ.</verse>
				<verse number="9">خو کۀ چرې تاسو طرفدارى کوئ نو ګناه کوئ او د شريعت په مطابق مجرمان يئ.</verse>
				<verse number="10">ځکه کۀ يو کس په ټول شريعت عمل کوى او صرف په يوه خبره کښې هم خطا وکړى نو هغه د هغه چا په شان دے چې ټول شريعت ماتوى.</verse>
				<verse number="11">ځکه چا چې دا فرمائيلى دى چې، ”زنا مۀ کوئ،“ نو هغۀ دا هم فرمائيلى دى چې، ”قتل مۀ کوئ،“ نو کۀ تاسو زنا ونۀ کړئ او قتل وکړئ نو بيا هم تاسو شريعت مات کړو.</verse>
				<verse number="12">نو څۀ چې تاسو وايئ او څۀ کوئ خو دا خبره ياده ساتئ چې ستاسو به په هم هغه شريعت اِنصاف کيږى کوم چې تاسو له آزادى درکوى.</verse>
				<verse number="13">ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.</verse>
				<verse number="14">اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ څوک ووائى چې زۀ ايماندار يم او نېک کارونه نۀ کوى نو د هغۀ د دې ايمان نه څۀ فائده ده؟ ولې داسې ايمان هغۀ له خلاصون ورکولے شى؟</verse>
				<verse number="15">فرض کړئ کۀ تاسو يو ورور يا خور ووينئ چې خوراک يا جامو ته يې ضرورت وى،</verse>
				<verse number="16">او تاسو ورته ووايئ چې، ”په خير لاړ شه، ګرم اوسه او موړ اوسه،“ خو د کومو څيزونو چې هغۀ ته ضرورت وى، هغه ورنۀ کړئ نو د دې فائده څۀ ده؟</verse>
				<verse number="17">دغه شان ايمان هم دے، کۀ د دې سره نيکى کول نۀ وى نو دا ايمان عبث دے.</verse>
				<verse number="18">خو څۀ خلق به وائى چې، ”تۀ ايماندار يې او زۀ نېک کارونه کوم.“ تۀ خپل ايمان بغېر د نېک کارونو نه ما ته وښايه او زۀ به خپل ايمان درته په نېک کار کولو وښايم.</verse>
				<verse number="19">تۀ په دې خبره يقين کوې چې خُدائ پاک يو دے. دا ډېره ښۀ خبره ده. اګر چې پيريان هم داسې ايمان ساتى او د يرې نه رپيږى.</verse>
				<verse number="20">اے کم عقله، ولې تۀ په دې هم نۀ پوهېږې چې د نېک کار کولو نه بغېر ايمان عبث دے؟</verse>
				<verse number="21">نو کله چې زمونږ نيکۀ اِبراهيم خپل زوئ اِسحاق په قربان‌ګاه د قربانۍ په طور پېش کړو نو ولې هغه په دې کار سره صادق نۀ شو څۀ؟</verse>
				<verse number="22">نو تا وکتل چې د هغۀ ايمان او عمل په شريکه کار وکړو او د هغۀ دې کار د هغۀ ايمان کامِل کړو.</verse>
				<verse number="23">او د صحيفو هغه ليکل پوره شو چې فرمائى، ”اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو،“ او هغه خليل اللّٰه وبللے شو.</verse>
				<verse number="24">نو تاسو وينئ چې انسان تش په ايمان نه، بلکې په عمل صادق کيږى.</verse>
				<verse number="25">نو راحب کنجره هم د دې يو بل مثال دے چې هغې په خپل نېک کار سره د خُدائ پاک صداقت حاصل کړو کله چې هغې هغه جاسوسانو له پناه ورکړه او په بله لار يې رُخصت کړل.</verse>
				<verse number="26">نو څنګه چې بدن بغېر د روح نه مړ دے هم دغه شان ايمان هم بغېر د نېک کار کولو نه مړ دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">اے زما وروڼو او خوېندو، په تاسو کښې دې اُستاذان زيات نۀ شى ځکه چې تاسو ته پته ده چې مونږ څوک چې اُستاذان يُو، راسره به لا نور ډېر سخت حساب کِتاب کيږى.</verse>
				<verse number="2">ځکه چې مونږ ټول اکثر غلطيانې کوُو، او څوک چې په خپلو خبرو کښې غلطى نۀ کوى نو هغه کامِل دے او ټول بدن په قابو کښې ساتلے شى.</verse>
				<verse number="3">مونږ د آسونو په خولو کښې د دې دپاره واګې اچوو چې زمونږ په مرضۍ تلل کوى نو دغه شان بيا مونږ د هغوئ پوره بدن هر خوا ته بوتلے شُو.</verse>
				<verse number="4">دغه شان تاسو سمندرى جهازُونو ته وګورئ اګر چې هغه ډېر لوئ وى او په تېزو هواګانو چليږى خو دا د يو ورکوټى پارو په ذريعه د ماڼکى د مرضۍ په مطابق چليږى.</verse>
				<verse number="5">دغه شان ژبه هم يو ورکوټے اندام دے خو ډيرې غټې خبرې کوى څنګه چې يو ورکوټے بڅرکے يو لوئ ځنګل ته اور لګوى.</verse>
				<verse number="6">او ژبه هم اور دے، دا زمونږ په اندامونو کښې د شرارت يوه دُنيا ده، دا په ټول وجود کښې بدى پېدا کوى او زمونږ په ټول ژوندون کښې اور لګوى، او په خپله د دوزخ په اور کښې سوزيږى.</verse>
				<verse number="7">نو چې هر قِسم ځنګلى ځناور، مارغان، چينجى او کبان د انسان په قابو کښې راتلے شى او راغلى هم دى،</verse>
				<verse number="8">خو څوک هم ژبه په قابو کښې نۀ شى راوستلے. دا يوه نا آرامه بلا ده او د وژونکى زهر نه ډکه ده.</verse>
				<verse number="9">هم په دې ژبه مونږ د مالِک او پلار ثنا وايو، او هم په دې مونږ هغوئ ته چې د خُدائ پاک په صُورت پېدا شوى دى، ښېرې کوُو.</verse>
				<verse number="10">هم د دې يوې خولې نه برکت او هم ښېرې راوځى. اے زما وروڼو او خوېندو، په کار نۀ دى چې داسې وشى.</verse>
				<verse number="11">ولې د چينې د يوې خولې نه خوږې او ترخې اوبۀ راوځى څۀ؟</verse>
				<verse number="12">اے زما وروڼو او خوېندو، ولې د اينځر په ونه کښې زيتون، يا په انګور کښې اينځر پېدا کېدے شى څۀ؟ هم دغه شان د ترخې چينې نه خوږې اوبۀ نۀ شى راوتلے.</verse>
				<verse number="13">په تاسو کښې څوک هوښيار او پوهه شته دے؟ هغه دې په خپلو کارونو د نېک چال چلن په وسيله او هغه عاجزۍ سره دې دا خبره ثابته کړى، چې د حِکمت نه پېدا کيږى.</verse>
				<verse number="14">خو کۀ ستاسو په خپلو زړُونو کښې سخته کينه او خود غرضى وى، نو فخر پرې مۀ کوئ او مۀ د حق خلاف دروغ وايئ.</verse>
				<verse number="15">دا هغه حکمت نۀ دے کوم چې د آسمان نه راځى بلکې دُنياوى، نفسانى او شېطانى دے.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې چرته چې کينه او خود غرضى وى، هلته به فساد او هر قِسم شرارت هم کيږى.</verse>
				<verse number="17">خو چې کوم حِکمت د آسمان نه راځى، اول خو هغه پاک وى، بيا صُلح خوښوونکے، نرم مزاجه، تربيت خوښوونکے، د رحم او د ښو مېوو نه ډک، بې له طرفدارۍ او رياکارۍ وى.</verse>
				<verse number="18">او صُلح کوونکى د صُلحې سره داسې تخم کَرى چې د صداقت مېوې ترې پېدا کيږى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">ستاسو په مينځ کښې جنګ او جګړې د کومه راغلې؟ ولې دا ستاسو د هغه خواهشاتو په وجه نۀ دى چې په تاسو کښې فساد پېدا کوى؟</verse>
				<verse number="2">تاسو چې څۀ غواړئ او حاصلولے يې نۀ نو بيا تاسو قتل کوئ. تاسو د نورو خلقو د څيزونو نه سوزئ، خو تاسو هغه نۀ شئ حاصلولے، نو بيا تاسو د جنګ جګړو نه کار اخلئ. خو تاسو سره هغه څۀ نشته کوم چې تاسو غواړئ ځکه چې تاسو هغه د خُدائ پاک نه نۀ غواړئ.</verse>
				<verse number="3">تر دې چې تاسو يې غواړئ خو څۀ په لاس نۀ درځى، دا ځکه چې تاسو يې په بد نيت سره غواړئ، د دې دپاره چې تاسو يې په خپل عېش و عشرت ولګوئ.</verse>
				<verse number="4">اے زناکارو خلقو، ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دُنيا سره ملګرتيا کول د خُدائ پاک سره دشمنى کول دى؟ نو ځکه څوک چې د دې شريرې دُنيا سره مينه کوى، هغه د خُدائ پاک سره دشمنى کوى.</verse>
				<verse number="5">يا تاسو دا ګڼئ چې مقدس کِتاب بې‌فائدې وائى چې، ”خُدائ پاک چې کوم روح زمونږ په زړُونو کښې اچولے دے، هغه د حسد خواهش ساتى څۀ؟“</verse>
				<verse number="6">بلکې هغه په مونږ زيات فضل کوى، نو ځکه صحيفې دا فرمائى چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“</verse>
				<verse number="7">نو په دې وجه خپل ځانونه بيا د خُدائ پاک تابع کړئ، او د اِبليس مقابله وکړئ نو هغه به تاسو نه وتښتى.</verse>
				<verse number="8">تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ.</verse>
				<verse number="9">په خپلو اعمالو وير او ژړا وکړئ، ستاسو خندا دې په وير بدله شى او ستاسو خوشحالى دې په غم.</verse>
				<verse number="10">خپل ځان د مالِک په وړاندې عاجز کړئ او هغه به تاسو له عزت درکړى.</verse>
				<verse number="11">اے وروڼو او خوېندو، د يو بل خلاف خبرې مۀ کوئ. څوک چې د خپل ورور خلاف خبرې کوى يا په بل چا اِلزام لګوى، هغه د شريعت بد وائى او په شريعت اِلزام لګوى، خو کۀ تۀ په شريعت اِلزام لګوې نو تۀ په شريعت عمل کوونکے نه، بلکې په هغې قاضى يې.</verse>
				<verse number="12">خو د شريعت ورکوونکے او قاضى خو يو دے چې د بچ کولو او د هلاکولو قدرت ورسره شته، نو بيا تۀ څوک يې چې په خپل ګاونډى اِلزام لګوې؟</verse>
				<verse number="13">په تاسو کښې څوک چې دا وائى چې، ”مونږ به نن يا سبا فلانکى ښار ته لاړ شُو او هلته به يو کال تېر کړُو او په تجارت کښې به ګټه وکړُو،“</verse>
				<verse number="14">خو اوس تاسو په دې نۀ يئ خبر چې سبا به څۀ کيږى، ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ د يو دوند په شان دے چې د لږ ساعت دپاره ښکاره شى او بيا فنا شى.</verse>
				<verse number="15">د دې په ځائ تاسو له دا وئيل په کار دى چې، ”کۀ د مالِک خُدائ رضا وى نو مونږ به ژوندى پاتې شُو او دا يا هغه کار به وکړُو.“</verse>
				<verse number="16">خو تاسو په خپلو ډوزو فخر کوئ خو دا قِسم فخر کول بد دى.</verse>
				<verse number="17">نو بيا کۀ څوک په ښۀ کولو پوهيږى او نۀ يې کوى، نو هغه ګناه کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">اے مالدارو واورئ، تاسو په خپلو هغه مصيبتونو چې راتلونکى دى، ژړا او فرياد وکړئ.</verse>
				<verse number="2">ستاسو مال دولت سخا شو او ستاسو جامې چينجو ووهلې.</verse>
				<verse number="3">ستاسو سرۀ زر او سپين زر زنګ شول او د دې زنګ به ستاسو خلاف ګواهى ورکوى، او دا به ستاسو غوښې لکه د اور په شان وسوزوى. تاسو په دې آخرى ورځو کښې خزانې رايوځائ کوئ.</verse>
				<verse number="4">ګورئ، کومو مزدورانو چې ستاسو په پټو کښې لَو کړے دے، د هغوئ هغه مزدورى چې تاسو په دوکه ايساره کړې ده، چغې وهى او د لَوګرو فرياد ربُ الافواج خُدائ غوږُونو ته رسېدلے دے.</verse>
				<verse number="5">تاسو په دُنيا کښې د عېش او عشرت ژوند تېر کړو، او تاسو خپل ځانونه د حلالېدو د ورځ دپاره څورب کړل.</verse>
				<verse number="6">تاسو صادق سړے قصوروار کړو او ومو وژلو، خو هغۀ ستاسو مقابله نۀ کوى.</verse>
				<verse number="7">نو اے وروڼو او خوېندو، د مالِک تر راتلو پورې صبر وکړئ، لکه څنګه چې يو زميندار د زمکې د قيمتى فصل په اِنتظار کښې د منى او د سپرلى د باران تر ورېدو پورې صبر کوى.</verse>
				<verse number="8">نو تاسو هم صبر وکړئ او خپل زړونه مضبوط کړئ ځکه چې د مالِک راتلل رانزدې دى.</verse>
				<verse number="9">اے وروڼو او خوېندو، د يو بل خلاف شکايت مۀ کوئ نو چې تاسو سزا ونۀ مومئ. ګورئ، قاضى په دروازه کښې ولاړ دے.</verse>
				<verse number="10">اے وروڼو او خوېندو، کومو نبيانو چې د مالِک په نوم کلام وکړو، د هغوئ تکليفونه تېرول او صبر کول خپل ځانته نمونه وګڼئ.</verse>
				<verse number="11">واقعى چې مونږ هغوئ ته بختور وايو څوک چې صبر کوونکى دى. تاسو د ايُوب د صبر په حقله اورېدلى دى او تاسو د مالِک مقصد هم وليدو چې مالِک څومره ډېر مهربانه او رحيم دے.</verse>
				<verse number="12">خو اے زما وروڼو او خوېندو، د ټولو نه لويه خبره دا ده چې قسم ونۀ خورئ، نۀ د آسمان او نۀ د زمکې او نۀ د څۀ بل څيز، بلکې ستاسو ”آو“ دې ”آو“ وى او ستاسو ”نه“ دې ”نه“ وى، نو چې تاسو د سزا لائق ونۀ ګرځئ.</verse>
				<verse number="13">کۀ په تاسو کښې څوک په تکليف کښې وى نو دُعا دې وغواړى، کۀ خوشحاله وى نو هغوئ دې ثنا ووائى.</verse>
				<verse number="14">کۀ په تاسو کښې څوک بيمار وى نو هغوئ دې د جماعت مشران راوبلى او د هغۀ دپاره دې هغوئ دُعا وغواړى او د مالِک په نوم دې هغوئ په تېلو مسح کړى.</verse>
				<verse number="15">او کومه دُعا چې په ايمان سره وغوښتے شى د هغې په وجه به بيمار روغ شى، او مالِک به هغه راپاڅوى او کۀ هغۀ ګناهونه کړى وى نو هغه به ورته معاف شى.</verse>
				<verse number="16">نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى.</verse>
				<verse number="17">الياس زمونږ په شان انسان وو، او هغۀ ډېر په جوش سره دُعا وغوښته چې باران دې ونۀ وريږى، او تر درې نيمو کالو پورې په زمکه باران ونۀ ورېدلو.</verse>
				<verse number="18">نو چې هغۀ بيا دُعا وغوښتله نو د آسمان نه باران وورېدو او په زمکه فصل زرغون شو.</verse>
				<verse number="19">اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ څوک په تاسو کښې د حق د لارې نه واوړى او بل څوک هغه بيا واپس راواړوى،</verse>
				<verse number="20">نو تاسو په دې پوهه شئ چې څوک چې ګناه ګار د ګمراهۍ نه راواړوى، هغه به يو کس د مرګ نه بچ کړى او په ډېرو ګناهونو به پړده واچوى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="60">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح رسول دے، د خُدائ پاک د هغه غوره شوو مهاجرينو په نوم چې د پونطوس، ګلتيه، کپدوکيه، آسيه او بتونيه په صوبو کښې خوارۀ وارۀ دى،</verse>
				<verse number="2">تاسو چې خُدائ پلار د ازل نه د خپل عِلم په مطابق د روحُ القُدس په وسيله مقدس کړئ او د عيسىٰ مسيح د وينى تويولو په وسيله يې تاسو د هغۀ تابعدار کړئ، په تاسو دې ډېر فضل او سلامتى وى.</verse>
				<verse number="3">زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو،</verse>
				<verse number="4">او چې يو نۀ فنا کېدونکے، بې‌داغه او لازواله ميراث حاصل کړُو، چې ستاسو دپاره په آسمان کښې ساتلے شوے دے،</verse>
				<verse number="5">کوم چې خُدائ پاک د ايمان په وسيله په خپل قُدرت سره محفوظ ساتى يعنې هغه خلاصون چې هغه په آخرى وخت کښې ښکاره کېدو ته تيار دے.</verse>
				<verse number="6">نو په دې وجه تاسو خوشحالى وکړئ، اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل.</verse>
				<verse number="7">او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.</verse>
				<verse number="8">تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده.</verse>
				<verse number="9">او ستاسو د ايمان اجر به ستاسو د خپل ځان د خلاصون حاصلول وى.</verse>
				<verse number="10">د دې خلاصون په حقله نبيانو ډېر لټون او تحقيق وکړو او د هغه فضل په حقله يې پېشګوئى وکړه کوم چې په تاسو کېدونکے وو.</verse>
				<verse number="11">د مسيح روح په هغوئ کښې وو او دا ګواهى يې ورکوله چې مسيح به تکليفونه وزغمى او بيا به جلال ومومى، نو بيا نبيانو دا کوشش وکړو چې د روح دا اِشاره به په څۀ وخت او په کوم حالت کښې پوره کيږى.</verse>
				<verse number="12">هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.</verse>
				<verse number="13">نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.</verse>
				<verse number="14">تاسو لکه د تابعدارو بچو په شان شئ، او د خپل جهالت د زمانې غوندې د زړو خواهشاتو غلامان مۀ جوړېږئ.</verse>
				<verse number="15">څنګه چې ستاسو رابلونکے پاک دے نو هغه شان تاسو په خپل ټول چال چلن کښې خپل ځان پاک کړئ</verse>
				<verse number="16">لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”پاک شئ ځکه چې زۀ پاک يم.“</verse>
				<verse number="17">او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ.</verse>
				<verse number="18">نو تاسو په دې پوهه يئ چې خُدائ پاک ستاسو په ځائ فديه ورکړه چې تاسو له د هغه بې‌فائدې ژوندون خلاصون درکړى کوم چې تاسو ته ستاسو د پلار نيکونو نه په ميراث کښې پاتې شوے وو. او کومه فديه چې هغۀ ورکړه نو هغه فانى سرۀ يا سپين زر نۀ وُو،</verse>
				<verse number="19">بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بې‌داغه ګډُورى په شان قربان شو.</verse>
				<verse number="20">هغه د دُنيا د پېدايښت نه اول غوره شوے وو، خو په آخره زمانه کښې ستاسو دپاره ښکاره شو،</verse>
				<verse number="21">د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى.</verse>
				<verse number="22">تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ.</verse>
				<verse number="23">ځکه چې ستاسو دوباره پېدا کېدل د فانى کېدونکى تخم نه نه بلکې د نۀ فانى کېدونکى تخم نه د خُدائ پاک د ژوندى او قائم کلام په وسيله بيا پېدا شوئ يئ.</verse>
				<verse number="24">ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى</verse>
				<verse number="25">خو د مالِک خُدائ کلام د همېشه دپاره قائم وى.“ او دا کلام هغه زيرے دے کوم چې تاسو ته بيان شوے وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">نو ځکه بيا هر قِسم بدى، فريب، رياکارى، کينه او هر قِسم بده وينا پرېږدئ.</verse>
				<verse number="2">لکه د نوؤ پېدا شوو ماشومانو په شان د خالص روحانى پيو خواهشمند اوسئ نو چې د دې په وسيله تاسو په خلاصون کښې لوئ شئ.</verse>
				<verse number="3">اوس تاسو د مالِک د مهربانه کېدو خوند اخستے دے.</verse>
				<verse number="4">نو مسيح ته راشئ چې ژوندے کاڼے دے اګر کۀ بنى آدمو هغه رد کړے دے خو هغه غوره کړے شوے او د خُدائ پاک په نظر کښې قيمتى دے.</verse>
				<verse number="5">تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.</verse>
				<verse number="6">ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”ګورئ، زۀ په صيون کښې د ګوټ غوره کړے او قيمتى کاڼے ږدم، او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى.“</verse>
				<verse number="7">نو بيا ستاسو دپاره چې ايمان مو راوړے دے، هغه قيمتى دے خو چا چې ايمان نۀ دے راوړے د هغوئ دپاره، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو هغه د ګوټ سر کاڼے شو،“</verse>
				<verse number="8">او، ”يو داسې کاڼے چې د تيندک باعث جوړيږى او خلق پرې تيندک خورى او راغورزيږى.“ هغوئ تيندک خورى ځکه چې هغوئ د کلام نافرمانى کوى او هغوئ د دې کولو دپاره اول نه مقرر شوى وُو.</verse>
				<verse number="9">خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.</verse>
				<verse number="10">مخکښې تاسو د خُدائ پاک اُمت نۀ وئ خو اوس يئ، مخکښې په تاسو رحمت نۀ وو شوے خو اوس په تاسو رحمت وشو.</verse>
				<verse number="11">خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.</verse>
				<verse number="12">په غېر‌يهوديانو کښې خپل چال چلن نېک ساتئ، تر دې چې کله هغوئ ستاسو خلاف لکه د بدکارو په شان بدرد هم وائى، خو هغوئ ستاسو نېک کارونه ووينى او د عدالت په ورځ د خُدائ پاک ثناء ووائى.</verse>
				<verse number="13">د مالِک دپاره د بنى آدم د هر يو اِنتظام تابع اوسئ، لکه د بادشاه چې هغه د ټولو نه لوئ دے،</verse>
				<verse number="14">او يا د حاکمانو چې هغه د بدکارانو د سزا او د نېکانو د تعريف دپاره هغۀ مقرر کړى دى.</verse>
				<verse number="15">ځکه چې دا د خُدائ پاک رضا ده چې تاسو نېکى کوئ او په دې کولو سره د ناپوهه خلقو د جهالت خبرې خاموشه کړئ.</verse>
				<verse number="16">تاسو آزاد يئ او آزاد ژوند تېروئ، خپله آزادى د بدۍ کولو پړده مۀ جوړَوئ بلکې د خُدائ پاک د غلامانو په شان ژوند تېروئ.</verse>
				<verse number="17">د هر چا عزت کوئ، د ايماندارانو د خاندان سره مينه کوئ، د خُدائ پاک نه يرېږئ او د بادشاه عزت کوئ.</verse>
				<verse number="18">اے نوکرانو، ډېر په احترام سره د خپلو مالِکانو تابع اوسئ، نۀ صرف د نېکانو او حليمانو بلکې د بد مزاجه هم تابعدارى کوئ.</verse>
				<verse number="19">نو کۀ څوک د خُدائ پاک د مرضى خيال ساتى او په ناحقه مصيبتونه او دردونه زغمى نو دا د هغۀ دپاره د خُدائ پاک فضل دے.</verse>
				<verse number="20">ځکه کۀ تاسو په ګناه کولو وهل وخوړل او صبر مو وکړو، نو بيا ستاسو اجر د څۀ خبرې؟ خو کۀ په نېکۍ کولو مصيبت وزغمئ نو دا ستاسو دپاره د خُدائ پاک فضل دے،</verse>
				<verse number="21">خو تاسو هم دې دپاره رابللے شوى يئ، ځکه چې مسيح هم ستاسو دپاره مصيبت وزغملو او تاسو ته يې يو مثال قائم کړو نو چې تاسو د هغۀ په نقش قدم تلل پرې نۀ ږدئ.</verse>
				<verse number="22">”نۀ هغۀ څۀ ګناه وکړه، او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.“</verse>
				<verse number="23">نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.</verse>
				<verse number="24">هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.</verse>
				<verse number="25">ځکه چې تاسو د بې‌لارې ګډو په شان ګرځېدئ خو اوس تاسو خپل شپونکى او حفاظت کوونکى له بيا راغلى يئ.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">اے ښځو، هم دغه شان تاسو هم د خپلو خاوندانو تابعدارې اوسئ، نو کۀ چرې په هغوئ کښې ځينې د خُدائ پاک کلام نۀ منى نو چې بيا هم هغوئ ستاسو چال چلن ته وګورى نو ستاسو د خبرو نه بغېر به خُدائ پاک ته راواوړى</verse>
				<verse number="2">کله چې هغوئ وګورى چې تاسو څومره په پاکوالى سره د خُدائ پاک په يره کښې ژوند تېروئ.</verse>
				<verse number="3">ستاسو ډول او سنګار دې ظاهرى نۀ وى، يعنې سر کمڅۍ کول او د سرو زرو کالى او قِسما قِسم جامې اغوستل،</verse>
				<verse number="4">بلکې ستاسو غېر فانى ډول سنګار دې په هغه باطنى انسانيت کښې په حليمۍ او په سکون کښې وى چې د خُدائ پاک په نزد ډېر قيمتى دے.</verse>
				<verse number="5">او په پخوا زمانه کښې هم په خُدائ پاک اُميد ساتونکو پاکو ښځو به خپل ځانونه داسې سنګارول چې د خپلو خاوندانو تابعدارې وې،</verse>
				<verse number="6">لکه څنګه چې ساره د اِبراهيم تابعداره وه او هغۀ ته يې خپل مالِک وئيل. نو تاسو به هم د هغې لوڼه يئ، خو کۀ چرې تاسو نېک کارونه کوئ او د يو څيز نه هم مۀ يرېږئ کوم چې خلق يروى.</verse>
				<verse number="7">اے خاوندانو، هم دغه شان تاسو هم د خپلو ښځو سره په احترام سره ژوند کوئ او د ښځو لکه د نازکو لوښو په شان عزت کوئ ځکه چې هغوئ تاسو سره د ژوند په نعمت کښې وارثانې دى، نو هسې نه چې ستاسو دُعاګانې د قبلېدو نه ايسارې شى.</verse>
				<verse number="8">غرض دا چې تاسو ټول په يو زړۀ او په همدردۍ اوسېږئ، د ورورولۍ مينه کوئ، نرم زړۀ او حليمان اوسئ.</verse>
				<verse number="9">د بدو په بدل کښې چا سره بد مۀ کوئ او د کنځلو په بدل کښې چا ته کنځل مۀ کوئ، بلکې د دې په ځائ ورله برکت وغواړئ ځکه چې تاسو د دې دپاره رابللے شوى يئ چې د برکت وارثان شئ.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې، ”کۀ تاسو د ژوند سره مينه کوئ او ښې ورځې ليدل غواړئ، نو په خپلې ژبې بد مۀ وايئ او په خپلو شونډو دروغ مۀ وايئ.</verse>
				<verse number="11">ښۀ کوئ او د بدو نه ځان ساتئ، امن قائم ساتئ او د هغې کوشش کوئ.</verse>
				<verse number="12">ځکه چې د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى. خو مالِک خُدائ د هغوئ په خلاف وى څوک چې بد کارونه کوى.“</verse>
				<verse number="13">نو بيا تاسو له څوک نقصان درکولے شى کۀ چرې تاسو د نېک کارونو خواهشمند يئ؟</verse>
				<verse number="14">خو کۀ چرې تاسو د صداقت دپاره مصيبتونه هم وزغمئ، تاسو له به برکت درکړے شى نو ځکه د هغوئ په يرولو مۀ يرېږئ او زړونه مۀ بائيلئ.</verse>
				<verse number="15">بلکې په خپلو زړونو کښې مسيح مقدس مالِک وګڼئ، او هغوئ ته د جواب ورکولو دپاره همېشه تيار اوسئ څوک چې ستاسو نه ستاسو د اُميد د وجې تپوس وکړى.</verse>
				<verse number="16">خو په نرمۍ او درناوى سره خپل ضمير صفا ساتئ نو چې څوک په مسيح کښې ستاسو ښۀ چال چلن ته کنځل کوى نو هغوئ به بيا په داسې کولو پښېمانه شى.</verse>
				<verse number="17">نو دا بهتره ده چې مونږ د ښو کارونو دپاره تکليف وزغمو، چې د خُدائ پاک د مرضۍ دپاره وى، نه چې د شرارت دپاره وى.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.</verse>
				<verse number="19">هم دغه شان هغه لاړو او قېد روحونو ته يې پېغام ورکړو.</verse>
				<verse number="20">دا هغه روحونه وُو چې په پخوا زمانه کښې نافرمانه وُو کله چې خُدائ پاک د نوح په زمانه کښې صبر او انتظار کولو چې کله هغۀ لا کشتۍ جوړوله نو چې په کښې اتۀ کسان د سېلاب نه بچ پاتې شول.</verse>
				<verse number="21">او دا اوبۀ د دې بپتسمې په مثال دى چې اوس تاسو بچ کوى، د دې مقصد ګندګى لرې کول نۀ دى بلکې په دې مونږ خُدائ پاک نه خواست کوُو چې د عيسىٰ مسيح د بيا ژوندى کېدو په وسيله زمونږ ضميرونه پاک کړى،</verse>
				<verse number="22">څوک چې آسمان ته ختلے دے او د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے، او فرښتې، اختيارمند او قُدرتونو والا يې د هغۀ تابع کړې دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">نو بيا چې مسيح په جسمانى توګه مصيبت وزغملو نو تاسو هم د مسيح غوندې طبيعت خپل کړئ، ځکه چا چې درد او مصيبت وزغملو هغه د ګناه د قبضې نه آزاد شو،</verse>
				<verse number="2">نو چې تاسو خپل نور پاتې دُنياوى ژوند په انسانى خواهشونو تېر نۀ کړئ بلکې د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق يې تېر کړئ.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې تاسو خپل کافى ژوند پخوا په هغه څۀ کښې تېر کړے دے څۀ ته چې د بې‌دينه کار وئيلے وو يعنې په عياشۍ، شهوت پرستۍ، مستۍ، په نشه، په ګډا نچا او په ناروا بُت پرستۍ تېر کړو.</verse>
				<verse number="4">هغوئ په دې حېران دى چې تاسو نور د هغوئ سره په هغه خرابه ګندګۍ کښې ملګرتيا نۀ کوئ نو ځکه تاسو ته بدرد وائى.</verse>
				<verse number="5">خو هغوئ به د دې حساب خُدائ پاک له ورکوى څوک چې د ژوندو او د مړو عدالت کولو ته تيار دے.</verse>
				<verse number="6">نو هغه دا چې زيرے هغوئ ته هم اورولے شوے وو څوک چې اوس مړۀ دى چې په جسمانى توګه د هغوئ هم هغه شان اِنصاف وکړے شى لکه څنګه چې د نورو خلقو کيږى چې په روحانى توګه داسې ژوندى پاتې شى لکه چې خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="7">د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده، نو په دې وجه خپل ځان ساتئ او د دُعا کولو دپاره په هوش کښې اوسئ.</verse>
				<verse number="8">د ټولو نه لويه خبره دا ده چې په خپلو کښې يو بل سره ډېره مينه کوئ ځکه چې مينه په ډېرو ګناهونو پړده اچوى.</verse>
				<verse number="9">د شکايت نه بغېر په خپلو کښې د يو بل مېلمستيا کوئ.</verse>
				<verse number="10">تاسو هر يو ته خُدائ پاک د خپل روحانى لوئې خزانې نه جدا جدا نعمت درکړے دے. هغه په خپلو کښې د يو بل په خدمت کښې په ښۀ طريقه استعمال کړئ.</verse>
				<verse number="11">کۀ څوک څۀ پېغام ورکوى نو داسې وينا دې وکړى لکه څنګه چې د خُدائ پاک کلام دے، کۀ څوک خِدمت کوى نو د هغه طاقت په مطابق دې کوى کوم چې خُدائ پاک ورکړے وى، نو د دې دپاره چې په ټولو خبرو کښې د عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک جلال ظاهر شى. جلال او بادشاهى تل تر تله هم د هغۀ ده، آمين.</verse>
				<verse number="12">زما خوږو ملګرو، کوم د مصيبت اور چې ستاسو د آزمېښت دپاره په تاسو کښې بل دے، نو په هغې حېرانېږئ مه چې په مونږ دا عجيبه شان خبره راغلې ده.</verse>
				<verse number="13">بلکې خوشحالى کوئ چې تاسو د مسيح په مصيبتونو کښې شريک شوئ، نو چې تاسو هم خوشحالى وکړئ او د خوشحالۍ نه چغې کړئ کله چې د هغۀ جلال ظاهر شى.</verse>
				<verse number="14">کۀ تاسو ته د مسيح د نوم په وجه بدرد ووئيلے شى نو تاسو بختور يئ، ځکه چې د جلال روح، يعنې د خُدائ پاک روح په تاسو سورے کوى.</verse>
				<verse number="15">خو په تاسو کښې دې څوک قاتل، غل، بدکاره يا د نورو په کار کښې د لاس وهلو په وجه مصيبت ونۀ زغمى.</verse>
				<verse number="16">اوس کۀ په تاسو کښې څوک د مسيحى په توګه تکليف وزغمى، نو هغه دې دا شرم نۀ ګڼى، بلکې د دې نوم په وجه دې د خُدائ پاک ثنا ووائى.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې د عدالت وخت راغلے دے چې د خُدائ پاک د کوره به شروع شى، او کۀ دا زمونږ نه شروع شى نو د هغوئ به څۀ حال وى څوک چې د خُدائ پاک زيرے نۀ منى؟</verse>
				<verse number="18">او، ”کۀ صادق په مشکله خلاصون مومى نو د بې‌دينه او ګناه ګار به څۀ حال وى؟“</verse>
				<verse number="19">نو بيا څوک چې په دې وجه د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق مصيبتونه زغمى، هغوئ دې خپل ځانونه وفادار خالق ته په حواله کړى او همېشه دې نېکى کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">په تاسو کښې چې کوم مشران دى، زۀ هم د هغوئ په شان مشر او د مسيح د مصيبتونو ګواه او په ښکاره کېدونکى جلال کښې شريک يم، او تاسو ته دا خواست کوم،</verse>
				<verse number="2">چې د خُدائ پاک د هغه رمې شپونتوب کوئ چې خُدائ تاسو له درکړې ده. دا خدمت د مجبورۍ د مخه مۀ کوئ بلکې د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق په خوشحالۍ سره يې کوئ، او د ناجائزې ګټې دپاره نه، بلکې د زړۀ په شوق سره يې کوئ.</verse>
				<verse number="3">او کوم خلق چې ستاسو په حواله شوى دى، په هغوئ رُعب داب مۀ اچوئ بلکې د رمې دپاره نمونه شئ.</verse>
				<verse number="4">او کله چې مشر شپونکے څرګند شى نو تاسو له به د جلال تاج درکړے شى چې کله به هم نۀ مړاوے کيږى.</verse>
				<verse number="5">اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“</verse>
				<verse number="6">نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى.</verse>
				<verse number="7">او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.</verse>
				<verse number="8">تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى.</verse>
				<verse number="9">تاسو ايمان کښې مضبوط شئ او د هغۀ مقابله وکړئ ځکه چې تاسو ته معلومه ده چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو وروڼه او خوېندې هم دغه شان مصيبتونه زغمى.</verse>
				<verse number="10">د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.</verse>
				<verse number="11">د هغۀ قدرت دې تل تر تله وى، آمين.</verse>
				<verse number="12">ما د سيلوانوس په وسيله چې زۀ يې ايماندار ورور ګڼم دا ورکوټے خط وليکلو چې تاسو له تسلى درکړم او د دې خبرې ګواهى وکړم چې دا د خُدائ پاک حقيقى فضل دے او په دې قائم پاتې شئ.</verse>
				<verse number="13">هغه جماعت چې په بابل کښې دے او تاسو سره يو ځائ غوره شوے دے، هغه او زما زوئ مرقوس تاسو ته سلام وائى.</verse>
				<verse number="14">يو بل ته په پاکې مينې سره سلام کوئ. په تاسو ټولو دې سلامتى وى څوک چې په مسيح کښې يئ.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="61">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د شمعون پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح غلام او رسول دے، د هغه خلقو په نوم چې زمونږ د خُدائ پاک او د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په صداقت کښې يې زمونږ په شان قيمتى ايمان موندلے دے.</verse>
				<verse number="2">زمونږ د خُدائ پاک او مالِک عيسىٰ د پېژندګلو په وجه دې په تاسو ډېر ډېر فضل او سلامتى وى.</verse>
				<verse number="3">خُدائ پاک د خپل الٰهى قُدرت په وسيله مونږ له هر هغه څۀ راکړل کوم چې د ديندارۍ ژوندون تېرولو دپاره ضرورى دى. دا هر څۀ مونږ ته د هغۀ د پېژندګلو په وجه راکړے شوى دى، يعنې هغه چا چې مونږ د خپل خاص جلال او نېکۍ په وسيله راوبللو.</verse>
				<verse number="4">او هم د دې په وسيله هغۀ مونږ سره خپلې قيمتى او ډيرې لوئې وعدې وکړې، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ په الاهى فطرت کښې شريک شئ نو چې تاسو د هغه خرابو کارونو نه بچ شئ کوم چې د دې دُنيا په وجه پېدا کيږى.</verse>
				<verse number="5">په دې وجه تاسو خپل پوره کوشش وکړئ چې په خپل ايمان کښې نېکى زياته کړئ، او په نېکۍ کښې عِلم،</verse>
				<verse number="6">او په عِلم کښې پرهيزګارى، او په پرهيزګارۍ کښې صبر، او په صبر کښې ديندارى،</verse>
				<verse number="7">او په ديندارۍ کښې ورورولى عزيزولى، او په ورورولۍ او عزيزولۍ کښې مينه زياته کړئ.</verse>
				<verse number="8">ځکه کۀ دا خبرې په تاسو کښې وى او زياتيږى نو دا تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په پېژندګلو کښې بې‌کاره او بې‌مېوې کېدو نه بچ کوى.</verse>
				<verse number="9">خو په چا کښې چې دا خويونه نۀ وى، نو د هغۀ نظر دومره کم دے چې ړندېدو ته نزدې دے او د خپلو وړومبو ګناهونو نه پاک کېدل يې هېر کړى دى.</verse>
				<verse number="10">نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، د خپلې بلنې او غوره والى د ثابتولو زيات کوشش کوئ، ځکه کۀ تاسو داسې اخلاق ساتئ نو هيڅکله به تيندک ونۀ خورئ.</verse>
				<verse number="11">په دې طريقه د دې سره به تاسو زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په ابدى بادشاهۍ کښې ډېر په عزت سره داخل کړے شئ.</verse>
				<verse number="12">په دې وجه به زۀ تاسو ته همېشه دا خبرې دريادوم، اګر کۀ تاسو د مخکښې نه د دې نه خبر يئ او په هغه حق خبرې قائم يئ چې تاسو ته وئيلے شوې وه.</verse>
				<verse number="13">او ترڅو چې زۀ ژوندے يم، تاسو ته په دريادولو او پارولو دا خبره په خپل ځان ضرورى ګڼم.</verse>
				<verse number="14">ما ته پته ده چې زما د مرګ وخت رانزدې دے ځکه چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح ما ته ښکاره وئيلى دى.</verse>
				<verse number="15">او زۀ به خپل پوره کوشش کوم چې زما د مرګ نه پس به تاسو ته همېشه دا خبرې يادې وى.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې مونږ په هغه قيصو پسې نه ځو چې په چالاکۍ سره جوړې شوې دى کله چې مونږ تاسو د خپل مالِک عيسىٰ مسيح د قدرت او د راتلو په حقله خبر کړئ، بلکې مونږ د هغۀ جلال په خپلو سترګو ليدلے دے.</verse>
				<verse number="17">کله چې هغۀ ته د خُدائ پلار عزت او جلال حاصل شو نو ورته د هغه بهتر جلال نه آواز راغلو چې، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم.“</verse>
				<verse number="18">مونږ په خپله دا آواز د آسمان نه واورېدو، کله چې مونږ د هغۀ سره په مقدس غرۀ باندې وُو.</verse>
				<verse number="19">نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى، ترڅو چې سحر شى او د سبا ستورى ستاسو په زړونو کښې وځليږى.</verse>
				<verse number="20">خو د هر څۀ نه اول تاسو ته په دې خبره پوهېدل په کار دى چې د کِتاب مقدس يوه پېشګوئې هم د نبى خپل سوچ نۀ دے.</verse>
				<verse number="21">ځکه چې يوه پېشګوئې هم کله د بنى آدم په خپله رضا نۀ ده نازله شوې، بلکې بنى آدمو د روحُ القُدس په وجه د خُدائ پاک د طرف نه خبرې کولې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">خو څنګه چې په بنى اِسرائيلو کښې د دروغو نبيان راوچت شوى وُو، هم دغه شان به په تاسو کښې د دروغو اُستاذان راوچت شى. هغوئ به په پټه هلاکوونکى بدعتونه راوباسى او هغوئ به د هغه مالِک نه اِنکار وکړى چا چې د هغوئ فديه ورکړې ده، او په خپلو ځانونو به زر هلاکت راولى.</verse>
				<verse number="2">نو بيا ډېر به د خپلې شهوت پرستۍ په لار روان شى او د دې اُستاذانو په وجه به د حق د لارې بدنامى کيږى.</verse>
				<verse number="3">او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.</verse>
				<verse number="4">نو بيا خُدائ پاک فرښتې پرې نۀ ښودې کله چې هغوئ ګناه وکړه بلکې هغوئ يې په دوزخ کښې واچولې او په تورو تيارو کندو کښې يې په زنځيرونو وتړلې چې د قيامت د ورځې پورې به هلته وى.</verse>
				<verse number="5">نو بيا هغۀ تېره شوې دُنيا پرې نۀ ښوده او په بې‌دينه خلقو يې سېلاب راوستو خو صرف د صداقت پېغمبر نوح او ورسره يې نور اووۀ کسان بچ کړل.</verse>
				<verse number="6">او هغۀ د سدوم او عموره ښارونه تباه کړل او وې سيزل او ايره يې کړل، او د راتلونکې زمانې د بې‌دينو دپاره يې د عبرت مقام وګرځولو.</verse>
				<verse number="7">ځکه هغۀ لوط هم بچ کړو چې صادق انسان وو کله چې هغه د بې‌دينه خلقو د ناپاک چال چلن نه ډېر تنګ شوے وو.</verse>
				<verse number="8">هغه يو صادق انسان چې په هغوئ کښې اوسېدلو هره ورځ د هغه صادق ژوند د هغوئ د بې‌شرعې کارونو د ليدلو او اورېدلو په وجه په عذابېدو.</verse>
				<verse number="9">نو مالِک پوهيږى چې څنګه دينداران د آزمېښت نه بچ کړى او بدکاران د عدالت تر ورځې پورې په سزا کښې وساتى،</verse>
				<verse number="10">خو خاص هغوئ څوک چې جسمانى ناپاکو خواهشونو پسې ګرځى او څوک چې د خُدائ پاک اختيار سپک ګڼى، دوئ ګستاخه او مغروره دى او په جلالى هستيانو باندې په بدو وئيلو دوئ نۀ شرميږى.</verse>
				<verse number="11">سره د دې چې فرښتې اګر کۀ په طاقت او په قُدرت کښې د هغوئ نه لوئې دى، د مالِک په وړاندې د هغوئ خلاف د بدرد وئيلو اِلزام نۀ لګوى.</verse>
				<verse number="12">خو دا خلق د ځنګلى مخلوق په شان دى چې بې‌ضميره دى او د رانيولو او هلاکولو دپاره پېدا شوى دى. د کومو خبرو په حقله چې ناخبره دى، د هغوئ په حقله په نورو بدرد وائى، هغوئ به د ځنګلى ځناورو په شان هلاک کړے شى.</verse>
				<verse number="13">کوم نقصان چې هغوئ نورو له ورکړے دے د هغې سزا به ورته مِلاو شى. هغوئ ته په رڼا ورځ عياشى کول خوند ورکوى، هغوئ بې‌عزته او بې‌شرمه دى. هغوئ د خپلې دوکه بازۍ نه مزه اخلى کۀ څۀ هم تاسو سره په يو دسترخوان خوراک څښاک کوى.</verse>
				<verse number="14">هغوئ ښځو ته د زنا کارۍ په سترګو ګورى او د ګناه نه نۀ شى اوړېدے، هغوئ کمزورى خلق راګېروى، د هغوئ زړونه په حرص آموخته شوى دى، هغوئ لعنتيان دى.</verse>
				<verse number="15">هغوئ نېغه لاره پرېښودله، او بې‌لارې شوى دى او د بعور د زوئ بلعام په لار روان دى چا چې ناحقه ګټه ښۀ وګڼله.</verse>
				<verse number="16">خو هغه په خپل قصور ملامته شو چې يوې بې‌ژبې خرې د انسان په شان خبرې وکړې او نبى يې د ليونتوب نه منع کړو.</verse>
				<verse number="17">دغه د دروغو اُستاذان لکه اوچ کُوهيان دى او لکه د داسې وريځې په شان دى چې سيلۍ يې وړى راوړى، نو د هغوئ دپاره تک تور ځائ ساتلے شوے دے.</verse>
				<verse number="18">ځکه چې هغوئ د کبر او بېهوده خبرې کوى، او د شهوت پرستۍ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشونو کښې راګېروى څوک چې لږ څۀ کښې د هغه چا نه راتښتېدلى دى چې په ګمراهۍ کښې ژوند تېروى.</verse>
				<verse number="19">هغوئ د خلقو سره د آزادۍ لوظ کوى خو هغوئ په خپله د ګمراهۍ غلامان دى، ځکه چې خلق هم د هغه څۀ غلامان وى د څۀ نه چې مجبور وى.</verse>
				<verse number="20">او چې کله هغوئ زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د پېژندګلو په وسيله د دُنيا د سخاتوب نه خلاص شول او هغوئ په کښې بيا ګېر شول او د هغوئ نه مغلوب شول، نو د هغوئ وروستونے حال د وړومبنى نه هم ډېر بد شو.</verse>
				<verse number="21">نو بيا د هغوئ دپاره به دا ښۀ وه چې چرې هم هغوئ د صداقت لار پېژندلے نۀ وے هسې نه چې د پېژندلو نه وروستو يې هغه حُکم رد کړى کوم چې ورته د صادقه ژوند تېرولو دپاره ورکړے شوے وو.</verse>
				<verse number="22">او په هغوئ دا متل ثابتيږى چې، ”سپے د خپل قى په طرف راګرځى،“ او ”خنزير د لامبلو نه وروستو بيا په خټو کښې رغړى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">ګرانو دوستانو، دا زما دوېم خط دے چې تاسو ته يې ليکم. په دواړو کښې زۀ ستاسو صفا زړونه راپاروم او درته يادګيرنه کوم.</verse>
				<verse number="2">زۀ غواړم چې تاسو هغه پېشګويانې رايادې کړئ چې پاکو نبيانو مخکښې کړى دى او د مالِک او خلاصوونکى هغه حُکم ياد ساتئ چې تاسو ته ستاسو د رسولانو په وسيله درکړے شوے دے.</verse>
				<verse number="3">تاسو ته د ټولو نه اول په دې ځان پوهول په کار دى چې په آخرو ورځو کښې به داسې ټوقماران راشى چې مسخرې به کوى او د خپلو خواهشاتو په مطابق به چليږى.</verse>
				<verse number="4">او وائى به چې، ”د هغۀ د راتلو وعده څۀ شوه؟ ځکه چې د کله نه چې زمونږ پلار نيکۀ مړۀ شوى دى د هغه وخت نه تر اوسه پورې هر څۀ هم هغه شان دى لکه چې د مخلوق د شروع نه وُو.“</verse>
				<verse number="5">هغوئ خو قصداً دا حقيقت هېروى چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله آسمانونه د ډېر پخوا نه پېدا شوى دى، او زمکه د اوبو نه جوړه ده او د اوبو په وسيله پېدا شوې ده.</verse>
				<verse number="6">نو بيا هم د دغه اوبو په وسيله د هغه تېر وخت دُنيا غرقه او هلاکه شوه.</verse>
				<verse number="7">خو په هم هغه کلام کوم آسمانونه او زمکه چې اوس موجود دى د کلام په وسيله په اور کښې د سوزولو دپاره وساتلے شول، او دا به د بې‌دينه خلقو د عدالت او هلاکت تر ورځې پورې محفوظ وساتلے شى.</verse>
				<verse number="8">خو زما ملګرو، دا حقيقت دې ستاسو نه هېر نۀ شى چې د مالِک په نزد يوه ورځ د زرو کالو برابره ده او زر کاله د يوې ورځې برابر دى.</verse>
				<verse number="9">مالِک په خپل لوظ کښې سستى نۀ کوى لکه چې بعضې خلقو ته سستى ښکارى بلکې هغه ستاسو په حقله صبر کوى، او هغه غواړى چې څوک هم هلاک نۀ شى بلکې چې ټول توبه وباسى.</verse>
				<verse number="10">خو د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان راشى، او په هغه ورځ به آسمانونه ډېر په ګړبړ د نظر نه پناه شى، يعنې ستورى سيارې به د اور په سخت تاو سره ويلى شى، او زمکه او په هغې د بنى آدمو ټول شوى کارونه به ښکاره شى.</verse>
				<verse number="11">نو څنګه چې ټول څيزونه په دې طريقه هم ويلى کېدونکى دى نو بيا تاسو ته په پاک چال چلن او په ديندارۍ کښې څنګه ژوند کول په کار دى؟</verse>
				<verse number="12">تاسو د خُدائ پاک د هغه ورځې د راتلو اِنتظار کوئ چې هغه زر راشى چې د کومې په وجه به آسمانونه په اور کښې وسوزى او برباد به شى، او ستورى او سيارې به د اور د تاو نه ويلى شى.</verse>
				<verse number="13">خو د هغۀ د لوظ په مطابق مونږ د نوؤ آسمانونو او نوې دُنيا اِنتظار کوُو چې د صداقت نه ډکه وى.</verse>
				<verse number="14">په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بې‌داغه او بې‌عېبه يئ.</verse>
				<verse number="15">او تاسو زمونږ د مالِک صبر لکه د خلاصون وګڼئ نو دغسې زمونږ خوږ ورور پولوس هم د خپل ورکړے شوى حِکمت په مطابق درته وليکل،</verse>
				<verse number="16">او په خپلو ټولو خطونو کښې يې دا خبرې ليکلى دى. په هغوئ کښې ځينې خبرې داسې دى چې پرې پوهېدل ګران دى، او جاهلان او سپک خلق د دې معنىٰ بدلوى لکه څنګه چې هغوئ د نورو صحيفو معنىٰ بدلوى او د ځانونو دپاره هلاکت پېدا کوى.</verse>
				<verse number="17">زما ګرانو دوستانو، څنګه چې تاسو د اول نه خبر يئ، نو بېدار اوسئ چې د بې‌دينو خلقو په غلطيانو سره بې‌لارې نۀ شئ، او خپل مضبوطوالے پرې نۀ ږدئ.</verse>
				<verse number="18">بلکې زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په فضل او عِلم کښې ترقى وکړئ. د هغۀ جلال دې اوس هم وى او تل تر تله دې وى. آمين.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="62">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">مونږ تاسو ته د هغه کلام په حقله بيان وکړو کوم چې د ازل نه موجود وو، کوم چې مونږ واورېدو او په خپلو سترګو مو وليدلو. مونږ يې ننداره وکړه او خپل لاسونه مو ورسره ولګول. هغه د ژوندون کلام دے.</verse>
				<verse number="2">دا ژوندون مونږ ته ښکاره کړے شوے وو او مونږ هغه ليدلے دے، او مونږ يې ګواهى کوُو او تاسو ته وايو چې هغه هغه څوک دے چې خپله د تل ژوندون دے. هغه پلار سره وو او بيا مونږ ته ظاهر شو.</verse>
				<verse number="3">څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو.</verse>
				<verse number="4">مونږ دا څيزونه ځکه ليکُو چې زمونږ خوشحالى پوره شى.</verse>
				<verse number="5">دا هغه پېغام دے چې مونږ د مسيح نه واورېدلو او تاسو ته يې معلومات درکوو چې خُدائ پاک نُور دے او په هغۀ کښې هيڅ تيارۀ نشته.</verse>
				<verse number="6">کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى.</verse>
				<verse number="7">خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.</verse>
				<verse number="8">کۀ چرې مونږ دا وايو چې بې‌ګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته.</verse>
				<verse number="9">خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى.</verse>
				<verse number="10">کۀ چرې مونږ دا وايو چې مونږ هيڅ ګناه نۀ ده کړې نو مونږ خُدائ پاک دروغژن کوُو او د هغۀ کلام په مونږ کښې نشته.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">زما ګرانو بچو، د دغو خبرو د ليکلو نه زما مطلب دا دے چې تاسو ګناه ونۀ کړئ، خو کۀ څوک ګناه وکړى نو د پلار سره زمونږ يو شفاعت کوونکے دے، يعنې عيسىٰ مسيح چې صادق دے.</verse>
				<verse number="2">او هغه زمونږ د ګناهونو کفاره دے، او هغه نۀ يواځې زمونږ د ګناهونو بلکې د ټولې دُنيا د ګناهونو کفاره هم دے.</verse>
				<verse number="3">کۀ مونږ د هغۀ په حکمونو عمل کوُو نو دا د دې خبرې ثبوت دے چې مونږ هغه پېژنو.</verse>
				<verse number="4">کۀ څوک وائى چې، ”زۀ يې پېژنم،“ خو بيا هم د هغۀ په حُکمونو عمل نۀ کوى نو هغه دروغژن دے او په داسې کس کښې رښتيا نۀ وى.</verse>
				<verse number="5">خو څوک چې د هغۀ په کلام عمل کوى نو په دغه کس کښې د خُدائ پاک مينه کامله شوې ده. نو مونږ بيا په دې پوهيږو چې په رښتيا په هغۀ کښې اوسيږو.</verse>
				<verse number="6">هر څوک چې وائى چې، ”زۀ په هغۀ کښې اوسېږم،“ نو په کار دى چې هغه دې داسې ژوند تېروى لکه څنګه چې مسيح تېر کړے وو.</verse>
				<verse number="7">ګرانو دوستانو، زۀ تاسو ته څۀ نوے حُکم نۀ ليکم، بلکې دا هغه زوړ حُکم دے چې د شروع نه تاسو سره دے. دا زوړ حُکم هغه کلام دے کوم چې تاسو د مخکښې نه اورېدلے دے.</verse>
				<verse number="8">نو بيا هم زۀ تاسو ته يو نوے حُکم ليکم چې هغه په رښتيا د مسيح او ستاسو په ژوندون ليدلے کيږى ځکه چې تيارۀ ختميږى او رښتينے نُور اوس هم ځليږى.</verse>
				<verse number="9">کۀ څوک دا دعوىٰ کوى چې، ”زۀ په نُور کښې يم،“ او هغه د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى نو هغه اوس هم هغه شان په تيارۀ کښې دے.</verse>
				<verse number="10">هر څوک چې د خپل ورور يا خور سره مينه کوى، هغه په نُور کښې ژوند تېروى او داسې کس هيچرې د تيندک سبب نۀ جوړيږى.</verse>
				<verse number="11">خو هر څوک چې د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى، هغه په تيارۀ کښې ګرځى بلکې په تيارۀ کښې ژوند تېروى او هغه نۀ پوهيږى چې چرته روان دے ځکه چې تيارې د هغۀ سترګې ړندې کړې دى.</verse>
				<verse number="12">زما ګرانو بچو، زۀ تاسو ته ليکم ځکه چې ستاسو ګناهونه د مسيح په نوم معاف کړے شوى دى.</verse>
				<verse number="13">اے مشرانو، زۀ تاسو ته ليکم ځکه چې تاسو هغه پېژنئ څوک چې ازلى دے. اے ځوانانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو هغه چا ته څوک چې شرير دے شکست ورکړے دے.</verse>
				<verse number="14">اے بچو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو پلار پېژنئ. اے مشرانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو هغه پېژنئ څوک چې د ازل نه دے. اے ځوانانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو مضبوط يئ او د خُدائ پاک کلام په تاسو کښې پاتې کيږى او تاسو په هغۀ څوک چې شرير دے غالب شوى يئ.</verse>
				<verse number="15">د دُنيا او د هغې د څيزونو سره مينه مۀ کوئ، ځکه چې څوک چې د دُنيا سره مينه کوى، په هغوئ کښې د پلار مينه نشته.</verse>
				<verse number="16">ځکه چې په دُنيا کښې د نفس خواهش، يا د سترګو شوق، او يا د دولت غرور، دا د پلار د طرفه نۀ دى بلکې دُنياوى څيزونه دى.</verse>
				<verse number="17">دُنيا او د هغې شوق تېرېدونکى دى، خو څوک چې د خُدائ پاک په مرضۍ عمل کوى هغه به تل تر تله ژوندے وى.</verse>
				<verse number="18">زما ګرانو بچو، دا آخرى وخت دے. څنګه چې تاسو اورېدلى دى چې خردجال راتلونکے دے، نو اوس ډېر خردجالان راپورته شوى دى، او د دې نه مونږ په دې پوهيږو چې دا آخرى وخت دے.</verse>
				<verse number="19">هغوئ زمونږ د قبيلې نه ووتل ځکه چې د هغوئ مونږ سره په رښتيا تعلق نۀ وو، نو کۀ چرې هغوئ زمونږ وے نو هغوئ به مونږ سره تعلق ساتلو. کله چې هغوئ لاړل نو د دې نه دا ثابته شوه چې هغوئ زمونږ نۀ وُو.</verse>
				<verse number="20">خو تاسو په روحُ القُدس مسح کړے شوى يئ او تاسو ټولو ته د حقيقت پته ده.</verse>
				<verse number="21">ما درته دا نۀ دى ليکلى چې ګنې تاسو د رښتياو نه ناخبره يئ بلکې تاسو پرې خبر يئ، او د دروغو د رښتياو سره څۀ تعلق نشته.</verse>
				<verse number="22">دروغژن څوک دے؟ هغه څوک چې وائى چې عيسىٰ مسيح نۀ دے، نو دا خردجال دے څوک چې د پلار او زوئ دواړو نه اِنکار کوى.</verse>
				<verse number="23">هر څوک چې د زوئ نه اِنکار کوى هغۀ سره پلار هم نشته، او هر څوک چې د زوئ اِقرار کوى نو هغۀ سره پلار هم شته.</verse>
				<verse number="24">تاسو چې اول نه څۀ اورېدلى دى، هغه په خپلو زړُونو کښې وساتئ. او څۀ چې تاسو د اول نه اورېدلى دى، کۀ هغه تاسو کښې وى نو تاسو به په خپله هم په زوئ او پلار دواړو کښې پاتې شئ.</verse>
				<verse number="25">او کومه وعده چې هغۀ مونږ سره کړې ده هغه د تل ژوندون دے.</verse>
				<verse number="26">زۀ دا خبرې تاسو ته د هغه چا په باب کښې ليکم څوک چې ستاسو د دوکه کولو کوشش کوى.</verse>
				<verse number="27">کوم روحُ القُدس چې تاسو مسح کړى يئ هم هغه په تاسو کښې اوسى، نو بيا تاسو ته د بل اُستاذ ضرورت نشته. نو چې روحُ القُدس تاسو ته د هر څۀ په حقله تعليم درکوى، او څۀ چې درته هغه ښائى، رښتيا دى، نه چې دروغ، او څنګه تعليم چې هغۀ درکړے دے په هغۀ کښې پاتې شئ.</verse>
				<verse number="28">اوس اے ګرانو بچو، اوس په هغۀ کښې شراکت وساتئ، نو کله چې هغه ښکاره شى نو مونږ به مطمئن يُو او د هغۀ په راتلو به د هغۀ په وړاندې شرمنده نۀ يُو.</verse>
				<verse number="29">کۀ تاسو ته پته وى چې مسيح صادق دے نو تاسو به په دې مطمئن شئ چې څوک صداقت کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">تاسو وګورئ چې پلار مونږ ته څومره زياته مينه راکړه چې مونږ به د خُدائ پاک روحانى بچى بللے شُو، نو مونږ په رښتيا سره هم دغه شان يُو. او دُنيا چې مونږ نۀ پېژنى هغه ځکه چې هغه يې هم نۀ دے پېژندلے.</verse>
				<verse number="2">ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.</verse>
				<verse number="3">او هغه ټول چې په مسيح دا اُميد ساتى، نو هغوئ ځانونه داسې پاک ساتى لکه چې مسيح دے.</verse>
				<verse number="4">هر څوک چې ګناه کوى، هغه بې‌شرعې کارونه کوى، ګناه خو بې‌شرعې کارونه کول دى.</verse>
				<verse number="5">تاسو ته پته ده چې مسيح ځکه راغلو چې ګناهونه اخوا کړى، او په هغۀ کښې هيڅ ګناه نشته.</verse>
				<verse number="6">څوک هم چې په مسيح کښې اوسى، هغه به ګناه نۀ کوى، خو څوک چې په ګناه کښې لګيا وى، نۀ هغۀ مسيح ليدلے او نۀ يې پېژنى.</verse>
				<verse number="7">زما بچو، څوک دې هم تاسو دوکه نۀ کړى ځکه چې څوک هم صداقت کوى هغه صادق دے لکه چې مسيح صادق دے.</verse>
				<verse number="8">خو څوک چې هر وخت ګناه کوى، هغه د اِبليس بچے دے ځکه چې اِبليس د ازل نه په ګناه کولو کښې آخته دے. او د خُدائ پاک زوئ د دې مقصد دپاره ظاهر شو چې د اِبليس کارونه برباد کړى.</verse>
				<verse number="9">خو څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغوئ قصداً ګناه نۀ کوى ځکه چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک ذات قائم وى، نو هغه ګناه نۀ کوى ځکه چې هغه د خُدائ پاک بچے دے.</verse>
				<verse number="10">هم دغه د خُدائ پاک د بچو او د اِبليس په بچو کښې فرق دے، څوک چې په صداقت عمل نۀ کوى هغه د خُدائ پاک نه نۀ دے، او نۀ هغه څوک چې د خپل ورور سره مينه نۀ کوى.</verse>
				<verse number="11">نو دا هغه پېغام دے چې د شروع نه تاسو اورېدلے دے، هغه دا چې مونږ دې د يو بل سره مينه کوُو.</verse>
				<verse number="12">مونږ دې د قائِن په شان جوړ نۀ شو څوک چې د شرير نه وو او خپل ورور يې قتل کړو. او هغۀ هغه ولې قتل کړو؟ ځکه چې د هغۀ خپل عمل بد وُو او د هغۀ د ورور عمل د صداقت وُو.</verse>
				<verse number="13">زما وروڼو او خوېندو، په دې حېرانېږئ مه چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى.</verse>
				<verse number="14">کۀ چرې مونږ خپلو ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مينه کوُو، نو د دې نه دا پته لګيږى چې مونږ د مرګ نه ژوند کښې داخل شوى يُو. خو هغه څوک چې مينه په کښې نۀ وى هغه لا تر اوسه د مرګ په حالت کښې دے.</verse>
				<verse number="15">هر څوک چې د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى، قاتل دے، او تاسو ته پته ده چې قاتلانو کښې د تل ژوندون نۀ وى.</verse>
				<verse number="16">په دې وجه مونږ پوهيږو چې مينه څۀ ده، ځکه چې مسيح زمونږ دپاره خپل ځان ورکړو. او مونږ ته هم په کار دى چې خپل ځانونه د خپلو وروڼو دپاره ورکړُو.</verse>
				<verse number="17">کۀ د چا سره د دُنيا هر څيز وى او خپل ايماندار ورور يا خور ضرورتمند وګورى او د خپل زړۀ دروازه هغۀ ته بنده کړى نو بيا په هغۀ کښې د خُدائ پاک مينه څنګه اوسيږى؟</verse>
				<verse number="18">ګرانو بچو، مونږ دې صرف په خوله مينه نۀ کوُو، بلکې په رښتيا او په عملى طور دې کوُو.</verse>
				<verse number="19">نو په هم دې به مونږ پوهه شُو چې مونږ رښتينى يُو او خپل زړونه به د هغۀ په وړاندې مطمئن ساتو.</verse>
				<verse number="20">کله چې زمونږ زړۀ مونږ ملامتوى نو خُدائ پاک زمونږ د زړۀ نه ډېر لوئ دے او هغه په هر څۀ خبر دے.</verse>
				<verse number="21">ګرانو دوستانو، کۀ زمونږ زړۀ مونږ نۀ ملامتوى نو بيا مونږ د خُدائ پاک په مخکښې پوره ډاډه يُو.</verse>
				<verse number="22">او مونږ چې څۀ هم د هغۀ نه وغواړو هغه يې راکوى، ځکه چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل کوُو او په څۀ چې هغه خوشحاليږى هم هغه کوُو.</verse>
				<verse number="23">او دا د هغۀ حُکم دے چې مونږ د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح په نوم ايمان راوړُو او د هغۀ د حُکم په مطابق د يو بل سره مينه کوُو.</verse>
				<verse number="24">هغوئ څوک چې د خُدائ پاک په حُکمونو عمل کوى نو هغوئ په خُدائ پاک کښې اوسيږى او خُدائ پاک په هغوئ کښې اوسيږى. نو بيا به مونږ څۀ پوهه شُو چې هغه په مونږ کښې اوسيږى؟ مونږ د هغه روح په وسيله پرې پوهيږو کوم چې هغۀ مونږ له راکړے دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">ګرانو دوستانو، په هر چا يقين مۀ کوئ څوک چې دا دعوىٰ کوى چې هغه د خُدائ د روح نه خبرې کوى بلکې تاسو هر يو کس آزمايئ چې هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے او کۀ نه، ځکه چې ډېر دروغژن نبيان په دُنيا کښې راپېدا شوى دى.</verse>
				<verse number="2">نو دغه شان به مونږ په دې پوهه شُو چې کۀ چرې هغوئ سره د خُدائ پاک روح وى نو چې هغوئ دا اِقرار کوى چې عيسىٰ مسيح په انسانى شکل کښې راغلے دے، نو هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے.</verse>
				<verse number="3">او هر هغه څوک چې د عيسىٰ اِقرار نۀ کوى، نو هغه د خُدائ پاک د طرفه نۀ دے. نو په داسې کس کښې خردجال روح دے، د کوم په حقله چې تاسو ته وئيلے شوى دى چې هغه راتلونکے دے، خو هغه اوس دُنيا ته راغلے هم دے.</verse>
				<verse number="4">خو زما بچو، تاسو د خُدائ پاک د خاندان نه يئ او تاسو په دې دروغژنو نبيانو کامياب شوى يئ، ځکه چې هغه روح چې په تاسو کښې دے، هغه د هغه روح نه ډېر زورَور دے چې په دُنيا کښې دے.</verse>
				<verse number="5">هغوئ د دُنيا دى نو ځکه دُنياوى خبرې کوى، نو ځکه دُنيا هم هغوئ ته توجو ورکوى.</verse>
				<verse number="6">خو مونږ د خُدائ پاک يُو او څوک چې خُدائ پاک پېژنى هغه زمونږ خبرې اورى، او څوک چې د خُدائ پاک نۀ دى، هغه زمونږ خبرې نۀ اورى. دغه شان مونږ د حقيقى او دروغژن روح تر مينځه فرق کولے شُو.</verse>
				<verse number="7">ګرانو دوستانو، راځئ چې د يو بل سره مينه وکړُو ځکه چې مينه د خُدائ پاک د طرفه ده، او هر څوک چې مينه کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى او خُدائ پاک پېژنى.</verse>
				<verse number="8">خو څوک چې مينه نۀ کوى هغه خُدائ پاک نۀ پېژنى، ځکه چې خُدائ پاک مينه دے.</verse>
				<verse number="9">او د خُدائ پاک مينه زمونږ په مينځ کښې داسې ښکاره شوه چې خُدائ پاک دې دُنيا ته خپل يک يو زوئ راولېږلو چې مونږ د هغۀ په وسيله ژوندون ولرو.</verse>
				<verse number="10">رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو.</verse>
				<verse number="11">ګرانو دوستانو، نو چې خُدائ پاک مونږ سره دومره ډېره مينه وکړه نو بيا مونږ ته هم په کار دى چې د يو بل سره مينه وکړُو.</verse>
				<verse number="12">خُدائ پاک هيچا هم ليدلے نۀ دے، کۀ مونږ د يو بل سره مينه کوُو نو خُدائ پاک په مونږ کښې اوسيږى او د هغۀ مينه په مونږ کښې کامله شوې ده.</verse>
				<verse number="13">په دې وجه مونږ ته پته ده چې مونږ په هغۀ کښې اوسيږو او هغه په مونږ کښې اوسيږى ځکه چې هغۀ مونږ له خپل روحُ القُدس راکړے دے.</verse>
				<verse number="14">او مونږ دا په خپلو سترګو وليدل او دا ګواهى ورکوو چې پلار خپل زوئ د دُنيا د خلاصونکى په طور راولېږلو.</verse>
				<verse number="15">څوک چې دا اِقرار کوى چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے نو خُدائ پاک په هغۀ کښې او هغه په خُدائ پاک کښې اوسى.</verse>
				<verse number="16">نو دغه شان مونږ ته پته ده او په دې يقين کوُو چې خُدائ پاک مونږ سره مينه کوى. خُدائ پاک مينه دے او څوک چې په مينه کښې اوسى، هغه په خُدائ پاک کښې او خُدائ پاک په هغۀ کښې اوسيږى.</verse>
				<verse number="17">او په دې طريقه مينه په مونږ کښې کامله شوې ده د دې دپاره چې د عدالت په ورځ مونږ زړۀور يُو، نو دا ځکه چې مونږ په دُنيا کښې د عيسىٰ په شان ژوند تېروو.</verse>
				<verse number="18">په مينه کښې هيڅ يره نشته، خو کامله مينه يره اخوا کوى ځکه چې يره د سزا سره تعلق ساتى. او هر څوک چې يريږى، په هغۀ کښې مينه کامله شوې نۀ ده.</verse>
				<verse number="19">مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.</verse>
				<verse number="20">خو هغه څوک چې دا دعوىٰ کوى چې، ”زۀ د خُدائ پاک سره مينه کوم،“ او د خپل ورور او يا خور نه نفرت کوى نو هغه دروغژن دے، نو ځکه کوم خلق چې وينو او د هغوئ سره مينه نۀ کوُو نو دا نۀ شى کېدے چې د ناليدلى خُدائ پاک سره مينه وکړُو.</verse>
				<verse number="21">دا حُکم مونږ ته د خُدائ پاک نه راکړے شوے دے، څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى، نو د خپلو وروڼو او خوېندو سره دې هم مينه کوى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">د چا چې دا ايمان وى چې عيسىٰ هم مسيح دے، هغه د خُدائ پاک روحانى بچے دے. او هر څوک چې د پلار سره مينه کوى هغه د هغۀ د بچى سره هم مينه کوى.</verse>
				<verse number="2">هم د دې نه مونږ ته پته لګى چې مونږ د خُدائ پاک روحانى بچو سره مينه کوُو، کله چې مونږ خُدائ پاک سره مينه کوُو او د هغۀ په حکمونو عمل کوُو.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې د خُدائ پاک مينه دا ده چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل وکړو. او د هغۀ حُکمونه څۀ پيټے نۀ دے.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې د خُدائ پاک هر يو روحانى بچے په دُنيا غالب شوے دے. او دا هغه کاميابى ده کومه چې د ايمان په وسيله مونږ حاصله کړې ده.</verse>
				<verse number="5">هغه څوک دى چې په دُنيا فتح حاصلوى بغېر د هغوئ نه د چا چې په دې ايمان دے چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے.</verse>
				<verse number="6">عيسىٰ مسيح هغه څوک دے چې د اوبو د بپتسمې او د وينې توېدلو سره راغے، او عيسىٰ مسيح يواځې د اوبو سره نه، بلکې د اوبو او د وينې سره راغے. او روحُ القُدس د دې خبرې ګواهى کوى ځکه چې روحُ القُدس حقيقت دے.</verse>
				<verse number="7">نو درې ګواهان دى،</verse>
				<verse number="8">يعنې روحُ القُدس، اوبۀ او وينه، او د درېو واړو يوه خبره ده.</verse>
				<verse number="9">مونږ د انسان ګواهى قبلوُو خو د خُدائ پاک ګواهى د انسان په نسبت ډېره ښۀ ده او د خُدائ ګواهى دا ده چې هغۀ د خپل زوئ تصديق وکړو.</verse>
				<verse number="10">هر څوک چې د خُدائ پاک په زوئ ايمان ساتى نو په خپلو زړونو کښې دا ګواهى ورکوى. خو هغوئ څوک چې په دې خبره ايمان نۀ ساتى هغوئ خُدائ پاک دروغژن ګڼى ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک هغه ګواهى نۀ منى کومه ګواهى چې هغۀ د خپل زوئ په حقله کړې ده.</verse>
				<verse number="11">او هغه ګواهى دا ده چې خُدائ پاک مونږ له د تل ژوندون راکړے دے او دا ژوندون د هغۀ په زوئ کښې دے.</verse>
				<verse number="12">هر چا سره چې زوئ وى هغۀ سره ژوندون هم وى، او هر چا سره چې د خُدائ پاک زوئ نۀ وى هغۀ سره ژوندون نۀ وى.</verse>
				<verse number="13">زۀ دا څيزونه تاسو ته ليکم د چا چې د خُدائ پاک د زوئ په نامه ايمان دے، نو چې تاسو په دې پوهه شئ چې تاسو د تل عُمرى ژوندون خاوندان يئ.</verse>
				<verse number="14">او په دې زمونږ باور دے چې کۀ مونږ د هغۀ د مرضۍ په مطابق د هغۀ نه څۀ وغواړو نو هغه زمونږ سوالونه اورى.</verse>
				<verse number="15">او کۀ مونږ په دې پوهه شو چې خُدائ پاک زمونږ خواست اورى نو دا راته هم پته ده چې څۀ هم ترې غوښتى دى هغه مونږ ته مِلاو شوى دى.</verse>
				<verse number="16">کۀ تاسو خپل ورور يا خور په داسې ګناه کولو ووينئ چې اَنجام يې مرګ نۀ وى، نو د هغوئ دپاره د خُدائ پاک نه دُعا وغواړئ او هغه به ورله ژوندون ورکړى. خو داسې ګناه هم شته چې اَنجام يې مرګ وى او زۀ دا نۀ وايم چې تاسو دې د هغوئ په حقله دُعا وغواړئ.</verse>
				<verse number="17">ټول بد کارونه ګناه ده خو داسې ګناه هم شته چې اَنجام يې مرګ نۀ وى.</verse>
				<verse number="18">مونږ ته پته ده چې څوک چې د خُدائ روحانى بچى دى هغوئ په ګناه کښې نۀ اوسيږى، خو هغه څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغه په خپله د هغوئ حفاظت کوى او اِبليس هغوئ ته ورنزدې کېدے نۀ شى.</verse>
				<verse number="19">مونږ په دې پوهه يُو چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو، او ټوله دُنيا د شرير په قبضه کښې پرته ده.</verse>
				<verse number="20">او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے.</verse>
				<verse number="21">زما ګرانو بچو، د بُتانو نه ځان وساتئ.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="63">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">دا خط د مشر د طرفه هغه منتخب شوې ښځې او د هغې بچو ته دے، چا سره چې زما په رښتيا مينه ده، يواځې زۀ نه، بلکې د هغه ټولو څوک چې د حق نه خبر دى،</verse>
				<verse number="2">د هغه حق د خاطره چې په مونږ کښې اوسيږى او تل تر تله به مونږ سره وى.</verse>
				<verse number="3">د خُدائ پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح فضل، رحم او سلامتى به په حقيقت او مينې سره په مونږ کښې وى.</verse>
				<verse number="4">زۀ په دې ډېر خوشحاله شوم چې مې واورېدل چې ستاسو څۀ بچى د حق په لار روان دى لکه څنګه چې د پلار نه مونږ ته حُکم شوے دے.</verse>
				<verse number="5">اے ګرانې محترمې، زۀ اوس ستا نه تپوس کوم داسې نه چې زۀ درته يو نوے حُکم ليکم، بلکې کوم چې مونږ ته د شروع نه راکړے شوے دے چې مونږ دې د يو بل سره مينه کوُو.</verse>
				<verse number="6">او دا مينه ده چې مونږ د هغۀ د حُکمونو په مطابق ژوند وکړُو. د هغۀ حُکم دا دے کوم چې تاسو د اول نه اورېدلے دے، نو چې تاسو د هغې په نقش قدم تلل وکړئ.</verse>
				<verse number="7">ځکه چې ډېر دوکه بازان دُنيا کښې خوارۀ شوى دى څوک چې د عيسىٰ مسيح په جسم کښې راتلل نۀ منى، داسې کسان لوئ ټګماران او خردجالان دى.</verse>
				<verse number="8">خبردار اوسئ چې زمونږ هغه خوارى ضائع لاړه نۀ شى کومه چې مونږ په تاسو کړې ده بلکې دا چې تاسو د هغې پوره اجر حاصل کړئ.</verse>
				<verse number="9">څوک هم چې بې‌لارې شى او د مسيح د تعليم په مطابق ژوند نۀ تېروى، خُدائ پاک د هغۀ سره نشته. خو هر څوک چې د مسيح د تعليم په مطابق ژوند تېروى نو د هغۀ سره پلار او زوئ دواړه شته.</verse>
				<verse number="10">کۀ څوک درته راشى او دا تعليم درنۀ کړى نو هغه خپل کور ته مۀ پرېږدئ او مۀ ورته هرکلے وايئ،</verse>
				<verse number="11">ځکه چې هر څوک چې هغۀ ته هرکلے وائى، د هغۀ په بدو کارونو کښې شريک دے.</verse>
				<verse number="12">اګر کۀ ډيرې خبرې داسې دى چې زۀ يې تاسو ته ليکل غواړم خو د هغې زۀ په ليک کښې راوستل نۀ غواړم، خو د دې په ځائ زۀ دا اُميد کوم چې در به شم او درسره به په مخامخ خبرې وکړم نو چې زمونږ خوشحالى پوره شى.</verse>
				<verse number="13">ستا هغه خور چې خُدائ پاک غوره کړې ده د هغې بچى تا ته سلام کوى.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="64">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">د مشر د طرف نه، خوږ ګايوس ته، د چا سره چې زۀ د زړۀ نه مينه کوم.</verse>
				<verse number="2">زما خوږه ګايوسه، زۀ دُعا غواړم چې تۀ دې داسې روغ جوړ اوسې لکه څنګه چې په روحانى توګه روغ جوړ يې.</verse>
				<verse number="3">کله چې وروڼه راغلل او ما ته يې دا ګواهى راکړه چې تۀ څومره رښتينے ژوند تېروې نو په دې ډېر خوشحاله شوم او چې تۀ څومره په رښتينې لار روان يې.</verse>
				<verse number="4">د دې نه زياته خوشحالى ما ته په بل هيڅ څيز کښې نشته چې کله زۀ دا واورم چې زما بچى په حقه لار روان دى.</verse>
				<verse number="5">اے ګرانه وروره، تۀ د وروڼو په خِدمت کښې ډېر وفادار يې، اګر کۀ تا ته هغوئ پردى دى.</verse>
				<verse number="6">هغوئ دلته د جماعت په وړاندې ستا د ښۀ ورورولۍ ګواهى ورکړه. نو دا به ستا مهربانى وى چې د دوئ په سفر کښې هم هغه شان مدد جارى وساتى د کومې ورورولۍ نه چې خُدائ پاک رضا وى.</verse>
				<verse number="7">هغوئ د عيسىٰ د نوم د خِدمت کولو دپاره په سفر ووتل او د بې‌دينو نه يې هيڅ قسمه مدد حاصل نۀ کړو.</verse>
				<verse number="8">نو په دې وجه په مونږ لازم دى چې د داسې خلقو مدد وکړُو نو چې مونږ د حقيقت په خورولو کښې د هغوئ ملګرى شُو.</verse>
				<verse number="9">ما جماعت ته څۀ وليکل خو ديوترفيس چې د مشرۍ شوق لرونکے دے هغه زمونږ اختيار نۀ منى.</verse>
				<verse number="10">نو کۀ زۀ درغلم نو هغه کارونه به درته په ګوته کړم کوم چې هغه کوى او زمونږ خلاف فضول او بدې خبرې کوى، او لا په دې هم نۀ صبريږى بلکې زمونږ وروڼو ته د هر کلى وئيلو نه هم اِنکار کوى او څوک چې داسې کوى هغوئ هم منع کوى تر دې چې د جماعت نه يې هم شړى.</verse>
				<verse number="11">زما خوږه ملګريه، د بدۍ پيروى مۀ کوه بلکې ښۀ کوه، ښۀ کار کوونکى د خُدائ پاک بچى دى او څوک چې بد کارونه کوى هغوئ خُدائ ليدلے نۀ دے.</verse>
				<verse number="12">د ديميتريوس دپاره هر څوک ښۀ ګواهى ورکوى او دا حقيقت هم دے، مونږ پخپله هم د هغۀ ګواهى ورکوو او تۀ خبر يې چې زمونږ ګواهى رښتينې ده.</verse>
				<verse number="13">ما سره تاسو ته د ليکلو دپاره ډيرې خبرې دى خو دا نۀ غواړم چې په قلم او سياهۍ يې وليکم.</verse>
				<verse number="14">زما اُميد دے چې ډېر زر به تاسو ووينم او مخامخ به د يو بل سره خبرې وکړُو.</verse>
				<verse number="15">په تا دې سلامتى وى. ستاسو ملګرى تاسو ته سلام وائى، هلته هر يو ملګرى ته په نامه سلام ووايه.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="65">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">دا خط د يهوداه د طرف نه دے چې د عيسىٰ مسيح غلام او د يعقوب ورور دے. زۀ هغوئ ته دا ليکم څوک چې رابللے شوى دى، چا سره چې خُدائ پلار مينه کوى او عيسىٰ مسيح دپاره يې محفوظ ساتى.</verse>
				<verse number="2">رحم، سلامتيا او مينه دې په تاسو د حد نه زياته وى.</verse>
				<verse number="3">زما ګرانو دوستانو، اګر چې زما تاسو ته د هغه خلاصون په حقله د ليکلو ډېر زيات شوق وو په کوم کښې چې مونږ ټول شريک يُو، خو زۀ اوس تاسو ته د بل څيز په حقله ليکل غواړم او تاسو ته مِنت زارى کوم چې د هغه ايمان دفاع وکړئ کوم ايمان چې مقدسينو ته په يو ځل سپارلے شوے وو.</verse>
				<verse number="4">ځکه چې څۀ خلق ستاسو په مينځ کښې راګډ شوى دى په چا چې د ډېر پخوا نه د مجرمانو مهر لګولے شوے دے، بې‌دينه خلق څوک چې زمونږ د خُدائ پاک فضل په عياشۍ بدلوى او زمونږ د يک يو مالِک، مالِک عيسىٰ مسيح نه اِنکار کوى.</verse>
				<verse number="5">اګر کۀ تاسو ټول په دې ښۀ خبر يئ خو زۀ غواړم چې تاسو ته درياد کړم چې زمونږ مالِک څنګه بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر او بچ کړل، خو بيا وروستو يې هغه خلق تباه کړل چا چې ايمان نۀ وو راوړے.</verse>
				<verse number="6">او هغه فرښتو چې خپل مقام يې ونۀ ساتلو او خپل ځائ يې پرېښودلو، نو خُدائ پاک هغوئ په ابدى زنځيرونو او په تورتم کښې د قيامت د لوئ ورځې پورې ساتلى دى.</verse>
				<verse number="7">دغه شان د سدوم او عموره او د ګېرچاپېره ښارونو مِثال واخلئ چې د هغوئ خلق هم د غېر فطرى فعل او په زناکارۍ کښې پرېوتل، او هغوئ ته د عبرت په توګه په ابدى اور کښې سزا ورکولے کيږى.</verse>
				<verse number="8">نو په هم دې طريقه دا خلق د خپلو روياګانو په وجه خپل جسمونه پليتوى، د خُدائ پاک اختيار سپک ګڼى او جلالى مخلوق ته بدرد وائى.</verse>
				<verse number="9">بلکې ياد ساتئ چې د ټولو نه لوئې فرښتې ميکائيل هم دغسې ونۀ کړل، ځکه چې څۀ وخت چې هغه د موسىٰ د لاش په باب د اِبليس سره بحث کولو په هغه وخت يې دومره همت ونۀ کړو چې په اِبليس اِلزام ولګوى، بلکې دا يې ووئيل چې، ”مالِک خُدائ دې تا ملامته کړى.“</verse>
				<verse number="10">خو دا خلق هغه څيزونو ته بدرد وائى کوم چې دوئ نۀ پېژنى، او چې په کومو څيزونو دوئ په طبعى توګه لکه د بې‌شعوره ځناورو پوهيږى، نو په هم دې هغوئ خپل ځان تباه کوى.</verse>
				<verse number="11">په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.</verse>
				<verse number="12">کله چې دا ګنده خلق ستاسو په مېلمستيا کښې تاسو سره په خوراک څښاک شراکت کوى نو هغوئ په ډېر بې‌ادبۍ سره خوراک کوى لکه د هغه شپونکو په شان چې صرف خپله ګېډه ډکوى. هغوئ د هغه بې‌بارانه وريځو په شان دى چې هوا په مخه کړې وى، او د منى د بې‌مېوې ونو په شان دى چې په دواړه اړخه مړې وى، يعنې د بېخه ويستلے شوې وى.</verse>
				<verse number="13">هغوئ د سمندر د طوفانى چپو په شان دى، خپل شرمناک عملونه لکه د ګنده ځګونو په شان راوچتوى، او لکه د هغه سرګردانه ستورو په شان دى چې د تل دپاره تورو تيارو ته لېږلے شوى دى او رڼا يې ختمه شوې ده.</verse>
				<verse number="14">حنوک هم چې د آدم نه په اوومه پيړۍ کښې وو، د دوئ په باب کښې پېشګوئې وکړه او وئ فرمائيل چې، ”ګورئ، مالِک د خپلو زرګونو فرښتو سره راروان دے</verse>
				<verse number="15">چې د ټولو عدالت وکړى او ټولو بې‌دينو له به د سزا حُکم ورکړى، ځکه چې هغوئ د خپلې بدعملى په وجه ډېر د بې‌دينۍ کارونه وکړل، او خُدائ پاک بې‌دينه ګناهګارانو له به هم د سزا ورکولو حُکم وکړى ځکه چې هغوئ د هغۀ خلاف ډېر بد وئيلى دى.“</verse>
				<verse number="16">دا غورېدونکى او شکايت کوونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسې روان دى، هغوئ د خپل ځان په حقله غټې غټې خبرې کوى او د خپل مقصد دپاره خلقو ته نرمې ګرمې خبرې کوى.</verse>
				<verse number="17">خو زما ګرانو دوستانو، تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د رسولانو پېشګويۍ يادې ساتئ.</verse>
				<verse number="18">هغوئ تاسو ته دا وئيلى وُو چې په آخره زمانه کښې به داسې خلق وى چې تاسو پورې به ټوقې کوى او د خپلې بې‌دينۍ په خواهشونو پسې به ګرځى.</verse>
				<verse number="19">دا هغه خلق دى چې ستاسو په مينځ کښې بيلتون راولى، هغوئ نفسانى دى او په کښې د خُدائ پاک روحُ نشته.</verse>
				<verse number="20">خو زما ګرانو دوستانو، تاسو د خپل مقدس ايمان په بنياد يو بل قائم کړئ او د روحُ القُدس په طاقت دُعاګانې کوئ.</verse>
				<verse number="21">خپل ځانونه د خُدائ پاک په مينه کښې قائم وساتئ، او د هغې ورځې اِنتظار کوئ چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح به تاسو ته په خپل رحم د تل ژوندون درکړى.</verse>
				<verse number="22">په هغوئ رحم کوئ چې شک کوى.</verse>
				<verse number="23">ځينې د اور لمبو نه راوچت کړئ او بچ يې کړئ، او په يرې سره په ځينې خلقو رحم کوئ، او د هغۀ د هغه ګناه نه نفرت کوئ په کوم چې هغه تور شوے دے.</verse>
				<verse number="24">اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى،</verse>
				<verse number="25">د ايکې يو خُدائ پاک چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ خلاصونکے دے، د هغۀ دې جلال، شان و شوکت، قُدرت او اختيار د ازل نه، اوس او تل تر تله وى. آمين.</verse>
			</chapter>
		</book>
		<book number="66">
			<chapter number="1">
				<verse number="1">دا هغه رويا ده چې خُدائ پاک عيسىٰ مسيح ته ورکړه چې هغه خپلو غلامانو ته هغه خبرې وښائى چې کومې به زر تر زره پېښيږى. هغۀ خپله فرښته خپل غلام يوحنا ته په رالېږلو دا خبرې هغۀ ته وښودلې،</verse>
				<verse number="2">چا چې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ مسيح او د هغۀ ټول هر څۀ چې هغه وليدل ګواهى ورکړه.</verse>
				<verse number="3">بختور دے هغه څوک چې دا پېشګوئى نورو خلقو ته لولى او بختور دى هغه خلق چې دا کلام اورى او چې څۀ په کښې ليکلى دى په هغې عمل کوى، ځکه چې وخت رانزدې دے.</verse>
				<verse number="4">دا خط د يوحنا د طرف نه د آسيه صوبې د اوو جماعتونو په نوم، په تاسو دې فضل او سلامتى وى، د خُدائ پاک د طرفه چې شته، چې وو او چې راتلونکے دے، او د هغه اوو روحونو د طرفه چې د هغۀ د تخت د وړاندې دى،</verse>
				<verse number="5">او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو.</verse>
				<verse number="6">هغۀ مونږ د خپل پلار خُدائ پاک د بادشاهت د خدمت دپاره اِمامان جوړ کړُو. د هغۀ جلالى قُدرت دې تل تر تله قائم وى. آمين.</verse>
				<verse number="7">ګورئ، هغه په وريځو کښې راروان دے، هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بې‌شکه دا به دغه شان وى. آمين.</verse>
				<verse number="8">مالِک خُدائ پاک فرمائى چې، ”اول او آخر زۀ يم، چې شته، چې وو، چې راتلونکے دے يعنې قادر مطلق خُدائ.“</verse>
				<verse number="9">زۀ ستاسو ورور يوحنا، په تنګسيا، په بادشاهۍ او په صبر کښې تاسو سره خپل عيسىٰ کښې شريک يم. زۀ د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ په حقله د ګواهۍ ورکولو په وجه پتموس نومې جزيره ته جلاوطن کړے شوم.</verse>
				<verse number="10">او د مالِک په ورځ چې روحُ القُدس په ما غلبه وکړه، نو ما خپل شا ته يو اوچت آواز واورېدو چې د بيګل په شان وو.</verse>
				<verse number="11">هغه آواز ما ته ووئيل چې، ”څۀ چې تۀ وينې هغه په يو کِتاب کښې وليکه او اوو واړو جماعتونو ته يې ولېږه، يعنې اِفِسوس، سمرنه، پرګمون، تواتيره، سرديس، فيلدِلفيه، او لوديکيه ته.“</verse>
				<verse number="12">زۀ ورپسې راتاو شوم چې دا څوک دے چې ما سره خبرې کوى، او چې زۀ راتاو شوم نو ما د سرو زرو اووۀ ډيوټونه وليدل.</verse>
				<verse number="13">او د دې ډيوټونو په مينځ کښې ما يو کس د اِبن آدم په شان وليدلو چې تر پښو پورې يې چُوغه اغوستې وه او په سينه يې د سرو زرو سينه بند تاو کړے وو.</verse>
				<verse number="14">د هغۀ د سر وېښتۀ لکه د سپينې وړۍ او يا واورې په شان سپين وُو او د هغۀ سترګې د اور د شغلو په شان وې.</verse>
				<verse number="15">او د هغۀ پښې د زېړو په شان ځلېدلې څنګه چې په بټۍ کښې سرې شوې وى او د هغۀ آواز لکه د تېزو اوبو په شان وو.</verse>
				<verse number="16">او هغۀ په ښى لاس کښې هغه اووۀ ستورى نيولى وُو او د هغۀ د خولې نه يوه تېزه دوه مخيزه تُوره راوتلې وه او د هغۀ مخ د تېز نمر په شان ځلېدو.</verse>
				<verse number="17">کله چې هغه ما وليدو نو زۀ لکه د مړى د هغۀ په پښو کښې پرېوتلم، خو هغۀ خپل ښے لاس په ما کېښودو او وې فرمائيل، ”يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم،</verse>
				<verse number="18">او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.</verse>
				<verse number="19">د دې دپاره دا هر څۀ وليکه څۀ چې تۀ وينې، څۀ چې اوس دى او څۀ چې وروستو به وشى.</verse>
				<verse number="20">تا چې زما په ښى لاس کښې اووۀ ستورى ليدلى دى او هغه اووۀ د سرو زرو ډيوټونه، د هغې راز دا دے چې اووۀ ستورى د اوو جماعتونو فرښتې دى او دا اووۀ ډيوټونه اووۀ جماعتونه دى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="2">
				<verse number="1">”د اِفِسوس د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا د هغۀ پېغام دے چا چې اووۀ ستورى په خپل ښى لاس کښې نيولى دى څوک چې د سرو زرو د اوو ډيوټونو په مينځ کښې ګرځى.</verse>
				<verse number="2">زۀ ستا د ټولو عملونو نه خبر يم. او ما ته ستا د خوارۍ او صبر هم پته ده. او ما ته د دې هم پته ده چې تۀ بدکاره خلق نۀ شې زغملے، تا هغوئ وآزمائيل څوک چې ځان ته رسولان وائى خو نۀ دى، او دروغژن دې ثابت کړل.</verse>
				<verse number="3">ما ته دا هم پته ده چې زما د نوم د خاطره تا دا په صبر سره وزغمل او تۀ ستومانه نۀ شوې.</verse>
				<verse number="4">خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تا هغه وړومبۍ مينه پرېښې ده.</verse>
				<verse number="5">خو هغه راياد کړه چې تۀ د څومره اوچت مقام نه پرېوتلې، خو اوس توبه وباسه او هغه کار کوه لکه چې مخکښې دې کړے وو. کۀ تۀ توبه ونۀ باسې نو زۀ به راشم او ستا ډيوټ به د خپل ځائ نه لرې کړم.</verse>
				<verse number="6">خو بيا هم يوه خبره ستا په حق کښې شته چې تۀ د نيکليانو د کارونو نه نفرت کوې لکه چې زۀ يې ترې کوم.</verse>
				<verse number="7">د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونې نه د مېوې د خوړلو اختيار ورکړم چې د خُدائ پاک په جنت کښې ولاړه ده.</verse>
				<verse number="8">د سمرنه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې، څوک چې اول او آخر دے، او څوک چې مړ شو او بيا ژوندے شو، هغه داسې فرمائى،</verse>
				<verse number="9">ما ته ستا د تنګسيا او غربت پته ده، خو بيا هم تۀ مالدار يې، زۀ د هغه خلقو د کُفر وئيلو نه هم خبر يم چې ځان ته يهوديان وائى خو دى نۀ. دا د شېطان جماعت دے.</verse>
				<verse number="10">د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.</verse>
				<verse number="11">د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى، چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو دوېم مرګ به ورته هيڅ نقصان ونۀ رسوى.</verse>
				<verse number="12">د پرګمون د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، هغه څوک چې چا سره تېرۀ دوه مخيزه تُوره ده هغه داسې فرمائى،</verse>
				<verse number="13">ما ته پته ده چې تۀ چرته اوسې، هلته چرته چې د شېطان تخت دے او تۀ زما په نوم مضبوط ولاړ يې. تا په هغه وخت هم د خپل ايمان نه اِنکار ونۀ کړو کله چې زما وفادار ګواه انتيپاس ستاسو په هغه ښار کښې ووژلے شو چرته چې شېطان اوسيږى.</verse>
				<verse number="14">خو زۀ ستا خلاف د يو څو خبرو شکايت کوم چې په تاسو کښې هلته څۀ کسان شته چې د بلعام د تعليم پيروى کوى، چا چې بلق ته تعليم ورکړو چې بنى اِسرائيل ګډ‌وډ کړى چې هغوئ بُتانو ته شوې قربانۍ وخورى او حرامکارى دې وکړى.</verse>
				<verse number="15">هم دغه شان په تاسو کښې ځينې کسان شته دے چې د نيکليانو د تعليم پيروى کوى.</verse>
				<verse number="16">نو توبه وباسه، کۀ نه نو زۀ به زر راشم او په هغه تُوره به د هغوئ سره جنګ وکړم کومه چې زما د خولې نه راوځى.</verse>
				<verse number="17">د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو زۀ به هغوئ ته پټ شوى من او يو سپين کاڼے ورکړم او په هغه سپين کاڼى به يو نوے نوم ليکلے شوے وى چې صرف هغه چا ته يې پته ده چا ته چې دا کاڼے ورکړے شوے وى.</verse>
				<verse number="18">د تواتيره د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې د خُدائ پاک زوئ داسې فرمائى د چا سترګې چې د اور د شغلو په شان دى او چې پښې يې د زېړو په شان ځليږى،</verse>
				<verse number="19">ما ته ستا د ټولو عملونو، ستا د مينې، ايماندارۍ، خدمت او صبر پته ده. ما ته پته ده چې ستا اوسنى عملونه ستا د مخکښينو عملونو نه بهتر دى.</verse>
				<verse number="20">خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تۀ هغه ايزبلى نومې ښځه برداشت کوې چې ځان ته پېغمبره وائى او زما خادِمانو ته د حرامکارۍ او د بُتانو د قربانۍ د خوړلو ترغيب ورکوى.</verse>
				<verse number="21">ما هغې ته د توبې ويستلو موقع ورکړه خو هغه د خپلې حرامکارۍ نه توبه نۀ وباسى.</verse>
				<verse number="22">نو زۀ به هغه د کټ په رنځ وغورزوم او هغوئ چې ورسره يې زنا کړې ده، هغوئ به په ډېره سخته تنګسيا کښې راګېر کړم ترڅو چې هغوئ د هغې د کړو نه توبه ونۀ باسى.</verse>
				<verse number="23">او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم.</verse>
				<verse number="24">خو اے د تواتيره نورو اوسېدونکو چې دا تعليم نۀ منئ او د هغې نه ناخبره يئ کومې ته چې هغوئ د شېطان پټ او ژور چال وائى، زۀ تاسو ته وايم چې زۀ به په تاسو نور بار وانۀ چوم.</verse>
				<verse number="25">بس په هغه څۀ تر هغې ټينګ پاتې شئ ترڅو چې زۀ درنۀ شم.</verse>
				<verse number="26">هر هغه څوک چې کامياب شى او هغه چې زما د وينا په مطابق تر آخره عمل کوى نو زۀ به ورله په قومونو اختيار ورکوم.</verse>
				<verse number="27">هغه به پرې زورَور حکومت کوى او د خاورو د لوښو په شان به يې ټوټې ټوټې کړى. هغه اختيار ما ته د خپل پلار نه راکړے شوے دے.</verse>
				<verse number="28">او زۀ به هغۀ له د سبا ستورے ورکړم.</verse>
				<verse number="29">د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="3">
				<verse number="1">”د سرديس د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، چا سره چې د خُدائ پاک اووۀ روحونه او اووۀ ستورى دى هغه دا وائى چې زۀ ستا په ټول عمل خبر يم چې تۀ تش په نوم ژوندے يې خو يې مړ.</verse>
				<verse number="2">بېدار شه او څۀ چې پاتې دى، او مړ کېدو ته نزدې دى هغه مضبوط کړه، ستا کارونه هم ما د خپل خُدائ پاک په نظر کښې پوره ونۀ ليدل.</verse>
				<verse number="3">کوم تعليم چې تا ته درکړے شوے دے او تا اورېدلے دے، هغه ياد ساته او عمل پرې کوه او توبه وباسه. کۀ تۀ بېدار نۀ شې نو زۀ به د غل په شان درشم او تا ته به زما د راتلو د وخت پته ونۀ لګى.</verse>
				<verse number="4">خو بيا هم په سرديس کښې تاسو سره ځينې داسې کسان شته چې هغوئ خپلې جامې پليتې کړې نۀ دى، هغوئ به ما سره په سپينو جامو کښې ګرځى ځکه چې هغوئ د دې لائق دى.</verse>
				<verse number="5">هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ ته به دغسې سپينې جامې وراغوستلے شى او د هغوئ نوم به زۀ هيڅکله هم د ژوندون د کِتاب نه ونۀ باسم او زۀ به د خپل پلار او د هغۀ د فرښتو د وړاندې دا اعلان وکړم چې هغوئ زما خپل دى.</verse>
				<verse number="6">د چا چې غوږونه وى، هغوئ دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.</verse>
				<verse number="7">د فيلدِلفيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، هغه څوک چې قُدوس او رښتينے دے داسې فرمائى چې ورسره د داؤد چابى ده او هغه چې دروازه کولاو کړى نو څوک به يې هم بنده نۀ کړى او چې هغه دروازه بنده کړى نو څوک به يې هم کولاو نۀ کړى، هغه داسې وائى چې</verse>
				<verse number="8">زۀ ستا د ټولو عملونو نه خبر يم. وګوره، ما تا ته ستا په وړاندې يوه دروازه کولاو کړې ده چې هيڅوک يې بندولے نۀ شى. زۀ پوهېږم چې ستا طاقت کم دے خو بيا هم تا زما کلام منلے دے او زما د نوم نه منکر شوے نۀ يې.</verse>
				<verse number="9">ګوره، د شېطان د قبيلې نه به هغوئ راولم چې ځان ته يهوديان وائى خو نۀ دى بلکې دروغژن دى، هغوئ به درشى او ستا په پښو به پرېوځى او هغوئ به په دې پوهه شى چې تۀ زما محبوب يې.</verse>
				<verse number="10">ځکه چې تا زما کلام په صبر سره برداشت کړے دے او مضبوط پرې ولاړ يې، زۀ به هم تا د هغه آزمېښت د وخت نه چې د ټولې دُنيا په خلقو راتلونکے دے، بچ کړم.</verse>
				<verse number="11">زۀ زر درځم او څۀ چې درسره دى په هغې ټينګ پاتې شه چې څوک دې هم د خپل تاج نه محرومه نۀ کړى.</verse>
				<verse number="12">هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ به زما د خُدائ د کور ستن شى، او هغوئ به هر وخت په هغې کښې اوسيږى. زۀ به په هغوئ د خپل خُدائ نوم وليکم او هغوئ به زما د خُدائ پاک د ښار اوسېدونکى شى يعنې د نوې يروشلم کوم چې د آسمان نه ښکته راځى او زۀ به پرې خپل نوے نوم وليکم.</verse>
				<verse number="13">د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.</verse>
				<verse number="14">د لوديکيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا پېغام د هغه چا د طرفه دے چې آمين دے، څوک چې وفادار رښتينے ګواه دے او د خُدائ پاک د نوى خلقت شروع ده. هغه فرمائى چې</verse>
				<verse number="15">ما ته ستا د ټولو عملونو پته ده، تۀ خو نۀ يخ يې او نۀ ګرم. کاش چې تۀ يا خو يخ وے يا ګرم.</verse>
				<verse number="16">نو چونکې نۀ خو تۀ ګرم يې او نۀ يخ، بلکې تړم يې، زۀ به تا د خپلې خولې نه وتُوکم.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې تۀ وائې چې زۀ مالدار او دولتمند يم او د څۀ څيز حاجتمند نۀ يم. حقه خو دا ده چې تۀ په دې نۀ پوهېږې چې تۀ څومره قابلِ رحم، بدنصيبه، خوار، ړوند او بربنډ يې.</verse>
				<verse number="18">په دې وجه زۀ تا له دا مشوره درکوم چې زما نه په اور کښې صفا شوى سرۀ زر واخله چې مالدار شې او سپينې جامې رانه واخله چې ستا د بربنډتوب شرم پرې د ليدو نه پټ شى، او ملهم رانه واخله چې په سترګو کښې يې ولګوې او بينا شى.</verse>
				<verse number="19">زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.</verse>
				<verse number="20">ګوره، زۀ په ور کښې ولاړ يم او ور وهم. او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو.</verse>
				<verse number="21">هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم.</verse>
				<verse number="22">د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="4">
				<verse number="1">د دې نه وروستو بيا ما نظر واچولو نو په آسمان کښې مې يو ور کولاو وليدو. نو چې اول کوم آواز ما واورېدو نو لکه د بيګل په شان يې ما ته خبرې کولې، ”دلته پاس راشه چې زۀ به تا ته هغه وښايم څۀ چې به د دې نه پس خامخا کيږى.“</verse>
				<verse number="2">سمدستى د روحُ القُدس په وسيله ما يوه رويا وليدله چې په آسمان کښې يو تخت وو او په تخت يو کس ناست وو.</verse>
				<verse number="3">او هغه څوک چې هلته ناست وو د جاسپر او يمنى عقيق په شان پړقېدو، او د تخت نه چاپېره د بوډۍ ټال وو چې د زمرودو په شان پړقېدو.</verse>
				<verse number="4">او د تخت نه ګېرچاپېره څليريشت نور تختونه وُو او په هغوئ څليريشت مشران ناست وُو چې سپينې جامې يې اغوستې وې او د سرو زرو تاجونه يې په سر وُو.</verse>
				<verse number="5">او د تخت نه د برېښنا رڼا او د تندر آوازونه راختل او د تخت نه وړاندې اووۀ مشعلونه بلېدل چې د خُدائ پاک اووۀ روحونه دى.</verse>
				<verse number="6">او د تخت د وړاندې يې د شيشې سمندر وو چې د بلور په شان ښکارېدو. او د تخت نه چاپېره څلور جاندار وُو چې وړاندې وروستو يې سترګې وې.</verse>
				<verse number="7">اول جاندار د ازمرى په شان وو، دوېم د غوائى په شان، د درېم مخ د بنى آدم په شان وو او څلورم لکه د الوتونکى باز په شان وو.</verse>
				<verse number="8">دې څلورو جاندارو چې د هر يو شپږ وزرې وې او هر طرف ته يې سترګې وې، شپه او ورځ بغېر د دمې يې دا ثنا وئيله، ”قُدوس، قُدوس، قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو، چې دے، او چې راتلونکے دے.“</verse>
				<verse number="9">او هرکله چې دا جاندار د هغه چا چې په تخت ناست دے او تل تر تله ژوندے دے، د هغۀ لوئى، عزت او شُکر ګزارى وکړى،</verse>
				<verse number="10">نو هغه څليريشت مشران هغۀ ته په سجده پرېوځى او عبادت يې کوى څوک چې په تخت ناست دے، او چې تل تر تله ژوندے دے، نو هغوئ خپل تاجونه د تخت په وړاندې هغۀ ته ږدى او وائى چې،</verse>
				<verse number="11">”اے زمونږ مالِکه خُدايه پاکه، تۀ د لوئى، عزت او قُدرت لائق يې ځکه چې تا هر څۀ پېدا کړى دى او دا ستا په مرضۍ پېدا شوى دى او په وجود کښې راغلى دى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="5">
				<verse number="1">هغه څوک چې په تخت ناست وو ما د هغۀ په ښى لاس کښې يو طومار وليدو چې دننه او بهر دواړو طرفو ته پرې ليکل وُو او اووۀ مهرونه پرې لګېدلى وُو.</verse>
				<verse number="2">او ما يوه طاقتوره فرښته وليده چې په اوچت آواز يې اعلان کولو چې، ”څوک د دې قابل دے چې طومار پرانيزى او مهرونه يې مات کړى؟“</verse>
				<verse number="3">خو هيڅوک هم نۀ وو، نۀ په آسمان کښې، نۀ په زمکه او نۀ د زمکې د لاندې وو چې طومار يې کولاو کړے وے او يا يې دننه کتلے وے.</verse>
				<verse number="4">نو ما ډېر وژړل ځکه چې هيڅوک هم د دې لائق نۀ وو چې دا طومار يې پرانستلے شو يا چې يې ورته کتلے شو.</verse>
				<verse number="5">بيا په مشرانو کښې يو راته ووئيل چې، ”ژاړه مه ځکه چې د يهوداه د قبيلې ازمرے چې د داؤد د نسل نه دے، هغه کاميابى حاصله کړې ده نو طومار به پرانيزى او اووۀ مهرونه به يې مات کړى.“</verse>
				<verse number="6">بيا ما د تخت په مينځ کښې او د څلورو جاندارو او د مشرانو په مينځ کښې يو لکه د حلال شوى ګډورى وليدو چې اووۀ ښکرونه او اووۀ سترګې يې وې چې د خُدائ پاک اووۀ روحونه دى چې ټولې دُنيا ته لېږلے شوى دى.</verse>
				<verse number="7">او هغه ورغلو او څوک چې په تخت ناست وو د هغۀ د ښى لاس نه يې هغه طومار واخستو.</verse>
				<verse number="8">کله چې هغۀ طومار واخستو نو څلور جاندار او څليريشت مشران د هغه ګډُورى په وړاندې په سجده شول، او د هر يو سره يو ستار وو او ورسره د خوشبويۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وُو چې د مقدسينو دُعاګانې دى.</verse>
				<verse number="9">او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.</verse>
				<verse number="10">او د هغوئ نه تا د اِمامانو بادشاهى جوړه کړه چې زمونږ د خُدائ پاک خِدمت وکړى او هغوئ به په زمکه بادشاهى کوى.“</verse>
				<verse number="11">بيا چې ما وکتل نو د بې‌شمېره فرښتو آوازونه مې واورېدل چې هغه د تخت او د جاندارو او د مشرانو نه چاپېره وې او د هغوئ شمېر په زرګونو او لکونو کښې وو،</verse>
				<verse number="12">او هغوئ په زوره سندرې وئيلې چې، ”هغه ګډُورے چې حلال کړے شو، د دې لائق دے چې ټول قُدرت، دولت، حِکمت، لوئى، عزت، جلال او برکت حاصل کړى.“</verse>
				<verse number="13">او بيا ما واورېدل چې ټول مخلوقات چې په آسمان کښې، په زمکه باندې، د زمکې د لاندې يا په سمندر کښې دى، هغوئ ټولو ثناء صِفت کولو چې، ”د هغه چا څوک چې په تخت ناست دے او ګډُورى ته برکت، عزت، شان او قُدرت دې تل تر تله وى.“</verse>
				<verse number="14">او څلور واړو جاندارو پرې، ”آمين“ ووې او مشران د عبادت دپاره په سجده پرېوتل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="6">
				<verse number="1">بيا ما وليدل چې هغه ګډُورى په اوو مهرونو کښې يو مهر مات کړو او ما د څلورو جاندارو نه په يو کښې د تندر په شان دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“</verse>
				<verse number="2">نو ما وکتل چې هلته يو سپين آس ولاړ وو او د سوارۀ سره يې لينده وه. هغۀ ته تاج ورکړے شو او هغه د فاتح په حيث په آس سور لاړو چې فتح بيا مومى.</verse>
				<verse number="3">کله چې ګډورى دوېم مهر مات کړو نو ما واورېدل چې دوېم جاندار وائى چې، ”راشه.“</verse>
				<verse number="4">او يو بل آس بهر راووتو چې تک سور وو او د هغۀ سوارۀ ته دا اختيار ورکړے شو چې د زمکې نه امن يوسى نو چې انسانان قتل و غارت شروع کړى، او هغۀ له يوه لويه تُوره ورکړے شوه.</verse>
				<verse number="5">کله چې ګډُورى درېم مهر مات کړو نو ما د درېم جاندار دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“ نو ما وليدو چې يو تور آس راغلو او د هغۀ د سوارۀ په لاس کښې يوه تله وه.</verse>
				<verse number="6">او ما د څلورو جاندارو د مينځه يو آواز واورېدو چې وئيل يې چې، ”د ورځې د مزدورۍ نرخ به د غنمو يوه روټۍ او يا به د اوربشو درې روټۍ وى، خو د زيتُونو تېلو او ميو ته نقصان مۀ رسوئ.“</verse>
				<verse number="7">کله چې ګډُورى څلورم مهر مات کړو نو ما د څلورم جاندار دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“</verse>
				<verse number="8">ما وليدو چې زېړ آس وو او د سوارۀ نوم يې مرګ وو او عالمِ ارواح ورپسې جُخت راروان وو. هغوئ ته د څلورمې برخې زمکې اختيار ورکړے شوے وو چې په جنګ، په قحط، په وبا او ځنګلى ځناور خلق مړۀ کړى.</verse>
				<verse number="9">هر کله چې ګډُورى پينځم مهر مات کړو نو ما د قربان‌ګاه د لاندې د هغه ايماندارانو روحونه وکتل چې د خُدائ پاک د کلام او د خپلې ګواهۍ په وجه قتل کړے شوى وُو.</verse>
				<verse number="10">هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه. ترڅو به تۀ فېصله نۀ کوې او د زمکې د اوسېدونکو نه به زمونږ د وينې بدل وانۀ خلې؟“</verse>
				<verse number="11">بيا هر يو ته سپينه چُوغه ورکړے شوه او ورته يې ووئيل چې، ”تر هغې لږ صبر وکړئ چې په خِدمت کښې ستاسو ټول ملګرى ستاسو په شان ونۀ وژلے شى.“</verse>
				<verse number="12">بيا ما وکتل چې ګډُورى شپږم مهر مات کړو او يوه سخته زلزله راغله او نمر د تبخى په شان تور شو او سپوږمۍ مکمله لکه د وينو تکه سره شوه.</verse>
				<verse number="13">او ستورى د آسمان نه په زمکه داسې راپرېوتل لکه چې د اينځر نه د سيلۍ طوفان په وجه کچه مېوه راپرېوځى.</verse>
				<verse number="14">او آسمان داسې فنا شو لکه طومار چې بند کړے شى او هر غر او هره جزيره د خپله ځايه بې‌ځايه شوه.</verse>
				<verse number="15">نو بيا د زمکې بادشاهانو، سردارانو، جرنيلانو، مالدارانو، طاقتورو، غلامانو او آزادو ټولو خلقو په غارونو او د غرونو په ګټانو کښې خپل ځانونه پټ کړل.</verse>
				<verse number="16">او هغوئ غرونو او ګټانو ته چغې وهلې چې، ”په مونږ راپرېوځئ او مونږ د هغۀ د سترګو نه چې د تخت دپاسه ناست دے او د ګډُورى د قهر و غضب نه پټ کړئ.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې د هغوئ د غضب لويه ورځ راغلې ده او څوک ورته ودرېدے شى؟“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="7">
				<verse number="1">د دې نه پس ما څلور فرښتې د دُنيا په څلورو ګوټونو ولاړې وليدلې چې د دُنيا څلور واړه هواګانې يې قابو کړې وې نو چې په زمکه سمندر يا په يوه ونه هم هوا ونۀ لګى.</verse>
				<verse number="2">بيا ما بله فرښته د نمرخاتۀ نه په راختو وليده چې د ژوندى خُدائ پاک مهر ورسره وو او هغه څلورو فرښتو ته يې په زوره وئيل، چې چا ته په زمکه او سمندر د نقصان ورکولو اختيار ورکړے شوے وو چې،</verse>
				<verse number="3">”تر هغې سمندر، زمکې او ونو ته نقصان مۀ رسوئ ترڅو چې مونږ د خُدائ پاک مُهر د هغۀ د خادِمانو په تندو نۀ وى لګولے.“</verse>
				<verse number="4">او ما چې د هغوئ شمېر واورېدو چا ته چې مهرونه لګولے شوى وُو او د بنى اِسرائيلو د ټولو خيلونو نه په يو لاک څلور څلوېښت زرو مُهر ولګولے شو.</verse>
				<verse number="5">دولس زره د يهوداه د قبيلې نه، دولس زره د روبين د قبيلې نه، دولس زره د جاد د قبيلې نه،</verse>
				<verse number="6">دولس زره د آشر د قبيلې نه، دولس زره د نفتالى د قبيلې نه، دولس زره د منسى د قبيلې نه،</verse>
				<verse number="7">دولس زره د شمعون د قبيلې نه، دولس زره د ليوى د قبيلې نه، دولس زره د يساکار د قبيلې نه،</verse>
				<verse number="8">دولس زره د زبولون د قبيلې نه، دولس زره د يوسف د قبيلې نه، او دولس زره د بنيامين د قبيلې وُو.</verse>
				<verse number="9">او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بې‌شمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې.</verse>
				<verse number="10">او په زوره يې دا چغې وهلې چې، ”خلاصون زمونږ د خُدائ پاک دے څوک چې په تخت ناست دے، او د ګډُورى دے.“</verse>
				<verse number="11">او د تخت نه او د مشرانو او څلورو جاندارو نه چې ګېرچاپېره څومره فرښتې ولاړې وې هغه ټولې فرښتې د تخت په وړاندې پړمخې پرېوتلې او د خُدائ پاک عبادت يې وکړو،</verse>
				<verse number="12">هغوئ وئيل چې، ”آمين. برکت، لوئى، حِکمت، شُکر ګزارى، عزت، قُدرت او زور دې تل تر تله زمونږ د خُدائ پاک وى، آمين.“</verse>
				<verse number="13">بيا مشرانو کښې يو ما ته مخ راواړولو او تپوس يې وکړو چې، ”دا خلق چې سپينې جامې يې اغوستې دى، څوک دى او د کومې راغلى دى؟“</verse>
				<verse number="14">ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.</verse>
				<verse number="15">په دې وجه خو دوئ د خُدائ پاک د تخت د وړاندې ولاړ دى او د خُدائ پاک په کور کښې شپه او ورځ د هغۀ په عبادت کښې لګيا دى، او هغه چې په تخت ناست دے، هغه به دوئ له پناه ورکړى.</verse>
				<verse number="16">هغوئ به بيا هيڅکله نۀ اوږى کيږى، نۀ تږى کيږى، نمر به دوئ نۀ تنګوى او نۀ به تېزه ګرمى تکليف وررسوى.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى، او خُدائ پاک به د دوئ د سترګو نه ټولې اوښکې پاکې کړى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="8">
				<verse number="1">کله چې ګډُورى اوؤم مُهر کولاو کړو نو تقريباً تر نيمې ګينټې پورې په آسمان کښې خاموشى وه.</verse>
				<verse number="2">بيا ما هغه اووۀ فرښتې وليدلې چې د خُدائ پاک په وړاندې ولاړې وې، او هغوئ ته اووۀ بيګلونه ورکړے شول.</verse>
				<verse number="3">بيا يوه بله فرښته د سرو زرو مجمر په لاس راغله او د قربان‌ګاه سره ودرېده او هغې ته ډېره زياته خوشبوئى ورکړے شوه چې د تخت د وړاندې د سرو زرو په قربان‌ګاه يې د ټولو مقدسينو د دُعا سره پېش کړى.</verse>
				<verse number="4">او د فرښتې د لاس نه د خوشبويۍ د سوزولو لوګے د مقدسينو د دُعا سره پاس خُدائ پاک ته ورسېدو.</verse>
				<verse number="5">بيا فرښتې مجمر راواخستو، د قربان‌ګاه د اور نه يې ډک کړو او په زمکه يې راګزار کړو، نو بيا د تندر ګړزار، برېښنا او زلزله راغله.</verse>
				<verse number="6">بيا هغه اووۀ فرښتې چې ورسره اووۀ بيګلونه وُو، غږولو ته تيارې وې.</verse>
				<verse number="7">وړومبۍ فرښتې خپل بيګل وغږولو نو اور او ږلۍ د وينې سره په زمکه راوورېدل او د زمکې درېمه حِصه وسوزېدله او د ونو درېمه حِصه وسوزېدله او ټول شنۀ واښۀ وسوزېدل.</verse>
				<verse number="8">بيا کله چې دوېمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو لکه يو لوئ غر چې اور پرې بل وى، سمندر ته وغورزولے شو او د سمندر درېمه حِصه وينه شوه،</verse>
				<verse number="9">او په دې باندې د سمندر درېمه حِصه ژوندى مخلوقات مړۀ شول او د سمندرى جهازونو دريمه حِصه په اوبو کښې ډوب شول.</verse>
				<verse number="10">نو بيا درېمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو يو لوئ ستورے له آسمان نه راوغورزېدو چې د مشعل په شان بلېدو او دا د سيندونو او چينو په درېمه حِصه ورپرېوتو.</verse>
				<verse number="11">د ستورى نوم ګنډير وو. او د اوبو درېمه حِصه د ګنډير په شان ترخه شوه او ډېر زيات خلق د دې ترخو اوبو څښلو په وجه مړۀ شول.</verse>
				<verse number="12">بيا څلورمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو دې سره د نمر درېمه حِصه او د سپوږمۍ او د ستورو درېمه حِصه ووهلے شوه نو د دوئ درېمه حِصه تيارۀ شوله او د ورځې درېمه حِصه رڼا ختمه شوه او دغه شان د شپې دريمه حِصه رڼا هم ختمه شوه.</verse>
				<verse number="13">بيا ما وليدل چې يو باز په آسمان کښې بره والوتو او په اوچت آواز يې دا نعرې وهلې چې، ”افسوس، افسوس، افسوس، د زمکې په اوسېدونکو باندې، ځکه چې هغه درې نورې پاتې فرښتې به هم اوس خپل بيګل غږوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="9">
				<verse number="1">بيا پينځمې فرښتې خپل بيګل وغږولو او ما يو ستورے وليدو چې د آسمان نه زمکې ته راپرېوتے وو او هغه ستورى ته د عالمِ ارواح چابيانې ورکړے شوې وې.</verse>
				<verse number="2">کله چې هغۀ عالمِ ارواح کولاو کړه نو د هغه لوئې کندې نه د بټۍ په شان لوګے راوختلو او د عالمِ ارواح لوګى نمر او باد تور کړل.</verse>
				<verse number="3">بيا د لوګى نه په زمکه مُلخان راغلل او هغوئ د زمکې د لړمانو په شان د چيچلو اختيار ورکړے شو.</verse>
				<verse number="4">هغوئ ته دا حُکم ورکړے شوے وو چې واښو، ونو، او بوټو ته هيڅ نقصان ونۀ رسوئ خو بس هغه کسانو ته ټک ورکړئ د چا په تندى چې د خُدائ پاک مهر نۀ وى لګېدلے.</verse>
				<verse number="5">هغوئ ته اجازت ورکړے شوے وو چې د پينځو مياشتو پورې هغوئ ته عذاب ورکړئ، خو دا نه چې هغوئ مړۀ کړئ او د هغوئ عذاب لکه د لړم د ټک په شان وو.</verse>
				<verse number="6">په دې ورځو کښې به خلق مرګ غواړى خو مرګ به ورته نۀ ملاويږى، هغوئ به د مرګ خواهش کوى خو مرګ به د هغوئ نه تښتى.</verse>
				<verse number="7">دا مُلخان لکه د جنګى آسونو په شان وُو او د هغوئ په سرونو تاجُونه لکه د سرو زرو په شان وُو او د هغوئ مخونه د انسان په شان وُو.</verse>
				<verse number="8">او د هغوئ وېښتۀ د ښځو د وېښتو په شان وو او د هغوئ غاښونه د زمرو د غاښونو په شان وُو.</verse>
				<verse number="9">د هغوئ زغرې لکه د اوسپنو د زغرو په شان وې او د هغوئ د وزرونو آوازونه لکه د ډېرو جنګى ګاډو د آسونو په شان وُو کوم چې حمله کوونکى وى.</verse>
				<verse number="10">د هغوئ په لکو کښې د لړمانو په شان لشې وې او د هغوئ ټک ورکولو به انسانان تر پينځو مياشتو پورې عذابول.</verse>
				<verse number="11">او د هغوئ بادشاه د عالمِ ارواح فرښته وه چې په عبرانۍ کښې د هغې نوم ابدون، او په يونانۍ ژبه کښې اپوليون، يعنې تباه کوونکے دے.</verse>
				<verse number="12">اولنے افسوس تېر شو خو دوه نور لا راتلونکى دى.</verse>
				<verse number="13">بيا هغه شپږمې فرښتې خپل بيګل وغږولو او ما يو آواز واورېدو چې د خُدائ پاک په وړاندې ولاړ د سرو زرو د قربان‌ګاه د څلورو ښکرونو د مينځ نه راووتو.</verse>
				<verse number="14">هغۀ شپږمې فرښتې ته ووئيل چا سره چې بيګل وو چې، ”د لوئ فرات د سيند په غاړه تړلې څلور فرښتې آزادې کړه.“</verse>
				<verse number="15">نو هغه څلور فرښتې آزادې کړے شوې څوک چې د درېمې برخې بنى آدمو د وژلو دپاره د دې کال، د دې مياشتې، د دې ورځې او د دې ساعت دپاره مقرر شوې وې.</verse>
				<verse number="16">نو ما ته ووئيلے شول چې په آسونو د سوارو فوجيانو شمېر شل کروړه وو.</verse>
				<verse number="17">او دغسې ما هغه آسونه او د هغوئ سوارۀ په خپله رويا کښې وليدل، هغوئ د اور په شان ځلېدونکى سرې، آسمانى رنګې او د ګوګړو په شان زېړې زغرې اغوستې وې. او د آسونو سرونه يې د زمرو د سرونو په شان وُو او د هغوئ خولې نه اور، لوګے او ګوګړ راوتل.</verse>
				<verse number="18">په دې درې افتونو د دُنيا دريمه حِصه خلق مړۀ شول يعنې په اور، لوګى او ګوګړو کوم چې د هغوئ د خولې نه راوتل.</verse>
				<verse number="19">د آسونو طاقت د هغوئ په خولو او لکو کښې وو. نو د هغوئ د لکو لکه د مارانو په شان سرونه وُو او د انسانانو د زخمى کولو طاقت ورسره وو.</verse>
				<verse number="20">خو دې افتونو کښې چې کوم انسانان ژوندى پاتې شول هغوئ د خپلو بدو عملونو نه توبه ونۀ ويستله. او هغوئ د پيريانو او د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو، کاڼو او د لرګو نه د جوړو شوو بُتانو عبادت کول پرې نۀ ښودل، کوم بُتان چې نۀ ليدلے او نۀ اورېدلے او نۀ ګرځېدلے شى.</verse>
				<verse number="21">او نۀ هغوئ د خپلو قتلونو، جادوګرۍ، حرامکارۍ، او نۀ يې د خپلو غلاګانو نه توبه وويستله.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="10">
				<verse number="1">بيا ما يوه بله طاقتوره فرښته د آسمان نه په راکوزېدو وليده چې په وريځ کښې پټه وه او چې د بوډۍ ټال يې په سر وو، مخ يې د نمر په شان ځلېدو او پښې يې د اور د ستنو په شان وې.</verse>
				<verse number="2">او د هغې په لاس کښې يو ورکوټے پرانستلے شوے طومار وو. هغې ښۍ پښه په سمندر کښې کېښوده او ګسه پښه يې په زمکه اېښې وه.</verse>
				<verse number="3">بيا هغې د ازمرى د غړمبار په شان يوه لويه چغه وويستله او کله چې هغې چغه کړه نو اووۀ تندرونه وګړزېدل.</verse>
				<verse number="4">او کله چې اوو واړه تندرونه وګړزېدل، نو ما دا ليکل نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا پټ وساته څۀ چې اوو واړه تندرونو ووئيل، او دا مۀ ليکه.“</verse>
				<verse number="5">بيا هغه فرښته کومه چې ما په سمندر او په زمکه ولاړه ليدلې وه هغې خپل ښے لاس آسمان طرف ته اوچت کړو.</verse>
				<verse number="6">او قسم يې په هغه چا وخوړلو څوک چې تل تر تله ژوندے دے چا چې په آسمان، زمکه، سمندر او هر څۀ چې په دوئ کښې دى پېدا کړى دى. هغۀ ووئيل چې، ”نور انتظار کول به نۀ وى.</verse>
				<verse number="7">په هغه ورځو چې کله اوومه فرښته خپل بيګل وغږوى نو د خُدائ پاک پټ رازونه به پوره شى څنګه چې هغۀ خپلو خادِمانو نبيانو ته فرمائيلى وُو.“</verse>
				<verse number="8">هغه آواز چې ما د آسمان نه اورېدلے وو، بيا ما سره په خبرو شو او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او په سمندر او په زمکه ولاړې فرښتې د لاس نه هغه پرانستلے شوے طومار واخله.“</verse>
				<verse number="9">نو زۀ هغې فرښتې له لاړم او ورته مې ووئيل چې، ”ما ته هغه پرانستلے شوے ورکوټے طومار راکړه.“ نو هغې ما ته ووئيل چې، ”دا واخله او وې خوره، دا به ستا خېټه ترخه کړى خو ستا په خولۀ کښې به لکه د شاتو خوږ وى.“</verse>
				<verse number="10">نو ما هغه ورکوټے طومار د فرښتې د لاس نه واخستو او ومې خوړلو. دا زما په خولۀ لکه د شاتو خوږ ولګېدو خو چې مې تېر کړو نو زما خېټه يې ترخه کړه.</verse>
				<verse number="11">بيا ما ته ووئيلے شُو چې، ”دا ضرورى دى چې تۀ د ډېرو خلقو او قومونو او ژبو او بادشاهانو په حقله پېشګوئې وکړې.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="11">
				<verse number="1">ما ته د ناپ کولو د ګز په شان يوه لښته راکړے شوه او راته ووئيلے شو چې، ”اوس پاڅه او د خُدائ پاک کور او قربان‌ګاه کچ کړه او عبادت کوونکى شمار کړه.</verse>
				<verse number="2">خو د خُدائ د کور بهر دربار مۀ کچ کوه ځکه چې دا غېرو قومونو ته ورکړے شوے دے او هغوئ به دا مقدس ښار تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د پښو لاندې کړى.</verse>
				<verse number="3">او زۀ به خپل دوه ګواهان د ټاټ جامې اغوستې د پېشګويۍ دپاره مقرر کړم او دوئ به تر دولس سوه شپېتو ورځو پورې نبوت کوى.“</verse>
				<verse number="4">دا هغه دوه د زيتون ونې او دوه ډيوټونه دى کوم چې د زمکې د مالِک د وړاندې ولاړ دى.</verse>
				<verse number="5">کۀ څوک دوئ ته نقصان رسول غواړى نو د دوئ د خولې نه اور راوځى او د دوئ دشمنان به وسوزوى او دغه شان به هر هغه څوک چې دوئ ته نقصان رسول غواړى، نو هغوئ به په دې طريقه مړۀ کړے شى</verse>
				<verse number="6">هغوئ سره به دا اختيار وى چې آسمان بند کړى چې د دوئ د پېشګويۍ په دور کښې به بيا باران ونۀ شى، او په اوبو د دوئ دا اختيار هم شته چې وينې ترې جوړې کړى او چې څومره غواړى دومره افتونه په زمکه راولى.</verse>
				<verse number="7">کله چې دوئ خپله ګواهى پوره کړى نو د عالمِ ارواح نه به هغه بلا راوځى او دوئ سره به جنګ ونښلوى او کاميابه به شى او مړۀ به يې کړى.</verse>
				<verse number="8">او د هغوئ لاشونه به د لوئ ښار په کوڅو کښې پراتۀ وى، چې د مِثال په توګه ورته سدوم او مِصر وئيلے شى، په کوم ځائ کښې چې د دوئ مالِک هم په سولۍ شوے وو.</verse>
				<verse number="9">تر درې نيمو ورځو پورې به خلق، د هرې قبيلې، د هرې ژبې او د هر قوم نه د دوئ لاشونو ته ګورى او د دوئ د لاشونو د ښخولو اجازت به ورنۀ کړى.</verse>
				<verse number="10">د زمکې ټول خلق به ورته په سترګو کښې خاندى او خوشحالۍ به کوى او يو بل ته به تحفې ورکوى ځکه چې دې دواړو نبيانو د زمکې ټول خلق عذابول.</verse>
				<verse number="11">خو د درې نيمو ورځو نه پس خُدائ پاک په هغوئ کښې د ژوند ورکولو روح واچولو او هغوئ په خپلو پښو ودرېدل او چا چې دا وليدل، هغوئ ټول يرېدل.</verse>
				<verse number="12">بيا دوئ يو اوچت آواز د آسمان نه واورېدو چې هغوئ ته يې وئيل چې، ”دلته راشئ.“ او هغوئ په وريځو کښې آسمان ته وختل او دشمنانو هغوئ ته کتل.</verse>
				<verse number="13">هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله، او د ښار لسمه حِصه راوغورزېدله. اووۀ زره کسان په دې زلزله کښې هلاک شول او نورو په يره کښې د آسمانى خُدائ پاک ثنا وئيله.</verse>
				<verse number="14">دوېم افسوس تېر شو خو ګورئ درېم زر راتلونکے دے.</verse>
				<verse number="15">بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“</verse>
				<verse number="16">بيا هغه څليريشت مشران چې د خُدائ پاک د وړاندې په خپلو تختُونو ناست وُو، هغوئ پړمخې په سجده پرېوتل او د خُدائ پاک عبادت يې وکړو،</verse>
				<verse number="17">او دا يې وئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، مونږ ستا شُکر کوُو، تۀ چې يې او چې وې، ځکه چې تا خپل لوئ طاقت استعمال کړو او بادشاهى دې شروع کړه.</verse>
				<verse number="18">قومونه د قهر نه ډک شوى دى خو اوس ستا د قهر وخت راغلے دے، دا د مړو د عدالت کولو وخت دے. ستا د خادِمانو نبيانو د اجر وخت او ستا د مقدسينو او د هغه ټولو خلقو د لويو نه واخله تر وړو پورې د اجر ورکولو وخت راغلے دے، څوک چې ستا د نوم نه يرېدل. او دا اوس د هغوئ د تباه کېدلو وخت دے چا چې په زمکه کښې تباهى راوستله.“</verse>
				<verse number="19">نو بيا په آسمان کښې د خُدائ پاک کور پرانستے شو او په هغه کور کښې د هغۀ د لوظ صندوق ښکاره شو، او بيا د برېښنا شُغلې، د تندر ګړزار، زلزله او د ږلۍ يو لوئ طوفان راغلو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="12">
				<verse number="1">نو بيا په آسمان کښې يوه لويه نښه ښکاره شوه چې يوه ښځه وه چې نمر يې لکه د جامو اغوستے وو او سپوږمۍ د هغې د پښو لاندې وه او د هغې په سر د دولسو ستورو تاج وو.</verse>
				<verse number="2">هغه اُميدواره وه او د ماشوم د پېدا کېدو د درد په وجه يې چغې وهلې.</verse>
				<verse number="3">بيا يوه بله نښه په آسمان کښې ښکاره شوه چې يوه لويه سره اژدها وه چې اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو او په سرونو يې اووۀ واړه تاجونه وُو.</verse>
				<verse number="4">هغې په خپله لکۍ درېمه حِصه ستورى د آسمان نه راښکل او په زمکه يې راغورزول. اژدها د هغې ښځې په وړاندې ودرېدله چې د ماشوم د پېدا کېدو په دردونو آخته وه د دې دپاره چې هر کله چې د هغې ښځې بچے وشى چې لواړ يې تېر کړى.</verse>
				<verse number="5">د هغې ماشوم پېدا شو چې هلک وو کوم چې به په ټولو قومونو يعنې زورَور حکومت کوى. خو د هغې ماشوم سمدستى خُدائ پاک ته ونيولے شو او د هغۀ تخت ته راوستے شو.</verse>
				<verse number="6">او ښځه بيابان ته وتښتېدله چرته چې د هغې د ساتنې دپاره خُدائ پاک ځائ تيار کړے وو چې هلته به د هغې د دولسو سوو شپېتو ورځو پورې حفاظت کيږى.</verse>
				<verse number="7">بيا په آسمان کښې جنګ ونښتو. ميکائيل او د هغې فرښتو د اژدها خلاف جنګ وکړو. او اژدها او د هغې فرښتو هم د هغوئ خلاف جنګ وکړو.</verse>
				<verse number="8">خو اژدها شکست وخوړو او د خپلو ملګرو سره د آسمان نه وشړل شو.</verse>
				<verse number="9">نو دا لويه اژدها لاندې راوغورزولے شوه، هغه زوړ مار چې شېطان يا اِبليس بللے شى چې ټوله دُنيا يې دوکه کړې ده، هغه د خپلو فرښتو سره لاندې زمکې ته راګزار کړے شو.</verse>
				<verse number="10">بيا ما په آسمان کښې يو اوچت آواز واورېدو چې داسې يې وئيل چې، ”اوس خلاصون، قُدرت او زمونږ د خُدائ پاک بادشاهى او د هغۀ د مسيح اختيار راغلے دے، ځکه چې زمونږ په وروڼو اِلزام لګوونکى چې شپه او ورځ زمونږ د خُدائ پاک په مخکښې په هغوئ اِلزام لګوى، نو هغه د آسمان نه سر د لاندې راغورزولے شوى دى.</verse>
				<verse number="11">خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول.</verse>
				<verse number="12">نو اے آسمانونو او په دې کښې اوسېدونکو خلقو، خوشحالى کوئ. خو اے زمکې او سمندره، په تاسو دې افسوس وى ځکه چې اِبليس ډېر په غصه تاسو ته ښکته راغلو ځکه چې هغه خبر دے چې د هغۀ وخت لنډ دے.“</verse>
				<verse number="13">نو چې کله اژدها خپل ځان په زمکه راغورزېدلے وليدو نو هغه، هغه ښځې پسې شوه چې زوئ يې شوے وو.</verse>
				<verse number="14">خو ښځې ته د لوئ باز دوه وزرونه ورکړے شول نو چې هغه په بيابان کښې د اژدها نه خپل هغه ځائ ته والوځى چرته چې به تر درې نيم کالو پورې د هغې خيال وساتلے شى او محفوظه وى.</verse>
				<verse number="15">بيا اژدها د خپلې خولې نه د اوبو يو سېلاب وبهيولو چې هغه ښځه لاهو کړى.</verse>
				<verse number="16">خو زمکې د ښځې مدد وکړو، او د اژدها د خولې هغه سېلاب يې تېر کړو.</verse>
				<verse number="17">بيا اژدها هغه ښځې ته غصه شوه او د هغې د نور نسل سره د جنګ دپاره لاړه، دا هغه خلق دى چې د خُدائ پاک حُکمونه منى او د عيسىٰ په ګواهۍ ټينګ ولاړ دى.</verse>
				<verse number="18">بيا اژدها د سمندر په غاړه ودرېده.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="13">
				<verse number="1">بيا ما د سمندر نه يوه بلا په راوتو وليده. د هغې لس ښکرونه او اووۀ سرونه وُو، او د هغې په ښکرونو لس واړه تاجونه وُو او د دې په هر سر د کُفر جدا جدا نومونه وُو.</verse>
				<verse number="2">او کومه بلا چې ما وليده، هغه د پړانګ په شان وه خو د هغې پښې د مېلو په شان وې او خولۀ يې د ازمرى په شان وه. او اژدها هغې ته خپل طاقت، بادشاهى او لوئ اختيار ورکړو.</verse>
				<verse number="3">داسې ښکارېده چې د هغې يو سر د مرګى ګزار خوړلے وو خو د هغې ګزار ټيک شوے وو او ټوله دُنيا په هغې بلا پسې په حېرانتيا روانه وه.</verse>
				<verse number="4">هغوئ د اژدها عبادت وکړو ځکه چې هغې خپل اختيار بلا ته ورکړو، هغوئ د بلا عبادت هم وکړو او دا يې ووئيل چې، ”څوک د دې بلا په شان زورَوره ده، او څوک د دې خلاف جنګ کولے شى؟“</verse>
				<verse number="5">او بلا ته دا اختيار ورکړے شو چې غټې غټې او د کُفر خبرې وکړى، او تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د حکومت کولو اجازت ورکړے شو.</verse>
				<verse number="6">هغې په خپله خوله د خُدائ پاک خلاف د کُفر خبرې وکړې او د خُدائ نوم او د هغۀ د استوګنې ځائ او آسمانى مخلوق پسې يې کُفر وغرولو.</verse>
				<verse number="7">هغې ته دا اجازت هم ورکړے شو چې د مقدسينو سره جنګ وکړى او پرې کاميابه شى، او په ټولو خيلونو او خلقو، ژبو او قومونو اختيار ورکړے شو.</verse>
				<verse number="8">او د زمکې ټول اوسېدونکى به د هغې عبادت وکړى هغوئ ټول د چا نومونه چې د هغه حلال شوى ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې د ازل نه ليکلے شوى نۀ دى.</verse>
				<verse number="9">د چا چې غوږونه وى هغه دې واورى.</verse>
				<verse number="10">کۀ چا ته قېدېدل وى هغه به قېد شى، کۀ څوک په تُوره قتل کېدل وى نو هغه به په تُوره قتل شى. په دې مقدسينو ته زغم او ايمان په کار دے.</verse>
				<verse number="11">بيا ما يو بله بلا وليده چې د زمکې نه راووتله، د هغې د ګډُورى په شان دوه ښکرونه وُو او دې د اژدها په شان خبرې کولې.</verse>
				<verse number="12">هغه د اولنۍ بلا ټول اختيار د هغې په ځائ استعمالوى، زمکه او د دې اوسېدونکى دې خبرې ته مجبوروى چې د اولنۍ بلا عبادت وکړى چې د چا د مرګى زخم ټيک شوے دے.</verse>
				<verse number="13">هغې غټې معجزې کولې تر دې چې د خلقو په وړاندې يې د آسمان نه زمکې ته اور نازل کړو.</verse>
				<verse number="14">او هغې له دا اختيار ورکړے شو چې د هغې اولنۍ بلا په ځائ معجزې وکړى او د دُنيا اوسېدونکى دوکه کړى او ورته يې حُکم وکړو چې د هغې اولنۍ په شان يو بُت جوړ کړئ چې د تُورې ګزار يې خوړلے وو خو بيا هم لا ژوندې وه.</verse>
				<verse number="15">او ورته دا اختيار ورکړے شو چې د بلا په بُت کښې ساه واچوى نو چې د خبرو طاقت هم ورکړى او هغوئ څوک چې ورته سجده نۀ کوى، مړۀ کړى.</verse>
				<verse number="16">هغۀ دا هم وکړل چې واړۀ او لوئ، مالداره او غريب، آزاد او غلامان ټول دې په ښى لاس يا په تندى يوه نښه ولګوى.</verse>
				<verse number="17">او چا ته هم د څۀ اخستلو يا خرڅولو اجازت تر هغې نۀ وو ترڅو پورې به چې د دې بلا نښه، يا د هغې د نامې شمېره پرې نۀ وه.</verse>
				<verse number="18">نو په دې وخت کښې د دې حکمت ضرورت دے. څوک چې پوهه وى هغه دې د دې بلا د نامې د شمېرې حساب وکړى، دا شمېره د يو سړى ده او د هغۀ د شمېرې حساب شپږ سوه شپږ شپېتۀ دے.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="14">
				<verse number="1">بيا ما وليدل چې د صيون په غرۀ باندې ګډُورے ولاړ وو چې ورسره يو لاک څلور څلوېښت زره کسان وُو چې په تندو يې د هغۀ نوم او د هغۀ د پلار نوم ليکلے شوے وو.</verse>
				<verse number="2">او ما د آسمان نه داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او دا د هغه آوازونو په شان وو لکه چې ستار غږوونکى خپل ستارونه غږوى.</verse>
				<verse number="3">او هغوئ د تخت او د څلورو جاندارو او مشرانو په وړاندې يو نوے حمد وئيلو، او دا حمد بې د هغه يو لاک څلور څلوېښت زرو کسانو نه چې د زمکې نه په بيعه اخستے شوى وُو، او د دوئ نه بغېر بل هيچا نۀ شو زده کولے.</verse>
				<verse number="4">دا هغه خلق دى چا چې خپل ځانونه د ښځو سره د يو ځائ کېدو نه ساتلى دى، او ګډُورى پسې روان دى چرته چې هم ګډُورے ځى. دوئ د خُدائ پاک او د ګډُورى دپاره د بنى آدمو نه د اولنۍ مېوې په طور په بيعه اخستے شوى دى.</verse>
				<verse number="5">د هغوئ ژبو کله دروغ نۀ وو وئيلى او هغوئ بې‌داغه دى.</verse>
				<verse number="6">بيا ما د آسمان په مينځ کښې بله فرښته په الوتو وليدله چې د زمکې هر قوم، خيل، ژبې او خلقو له يې د تل زيرے ورکولو.</verse>
				<verse number="7">هغې په اوچت آواز چغې کړې چې، ”د خُدائ پاک نه يرېږئ او د هغۀ ثنا ووايئ ځکه چې د هغۀ د عدالت وخت راغلے دے. او د هغۀ عبادت وکړئ چا چې آسمان او زمکه، سمندر او د اوبو چينې پېدا کړى دى.“</verse>
				<verse number="8">بيا هغې نه وروستو بله دوېمه فرښته راغله او هغې وئيل چې، ”وغورزېدو، لوئ بابل وغورزېدو چې په ټولو قومونو يې د خپلې زناکارۍ او مستۍ د شرابو نه څښلى دى.“</verse>
				<verse number="9">بيا هغې نه وروستو بله دريمه فرښته راغله او په اوچت آواز يې چغې کړې، ”هر هغه څوک چې د بلا او د هغې بُت ته عبادت کوى او د هغې نښه په تندى يا په خپل لاس لګوى،</verse>
				<verse number="10">هغوئ به د خُدائ پاک د قهر او د غضب مے وڅښى کوم چې هغۀ د خپل سخت غضب په پيالۍ کښې اچولى دى. هغوئ به د پاکو فرښتو او د ګډُورى په وړاندې په اور او د ګوګړو په شغلو کښې عذابولے شى.</verse>
				<verse number="11">او د هغوئ د عذاب لوګے به تل تر تله راوچتيږى او هر هغه څوک چې بلا يا د هغۀ د بُت عبادت کوى يا د هغۀ د نوم نښه اخلى، د هغوئ به نۀ د شپې او نۀ د ورځې آرام وى.“</verse>
				<verse number="12">په دې کښې د هغه مقدسينو زغم او برداشت ضرور دے چې د خُدائ پاک حُکمونه منى او د عيسىٰ وفادار پاتې کيږى.</verse>
				<verse number="13">نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا وليکه، بختور دى هغه څوک چې د دې نه پس به په مالِک کښې مړۀ کيږى.“ او روحُ القُدس فرمائى چې، ”بې‌شکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى، ولې چې د دوئ نيک عملونه به ورسره ملګرى وى.“</verse>
				<verse number="14">بيا ما وکتل نو يوه سپينه وريځ راښکاره شوه او په هغې چې څوک ناست وو هغه د اِبن آدم په شان وو. د هغۀ په سر د سرو زرو تاج وو او په لاس کښې يې تېرۀ لور وو.</verse>
				<verse number="15">يوه بله فرښته د خُدائ د کور نه بهر راووتله او په وريځ ناست ته يې په اوچت آواز ووئيل چې، ”خپل لور ورواچوه او وريبه، ځکه چې د فصل د رېبلو وخت راغلے دے او د دُنيا فصل مکمل پوخ شوے دے.“</verse>
				<verse number="16">نو هغه څوک چې په وريځې ناست وو هغۀ خپل لور دُنيا ته ورواچولو او د هغې فصل يې ورېبلو.</verse>
				<verse number="17">بيا يوه بله فرښته د خُدائ پاک د آسمانى کور نه راووتله او د هغې سره هم يو تېرۀ لور وو.</verse>
				<verse number="18">او بيا بله فرښته د قربان‌ګاه نه راووتله، دا هغه فرښته وه چې په اور يې اختيار وو، او هغې د تېرۀ لور لرونکى ته په اوچت آواز چغه کړه چې، ”خپل تېرۀ لور ورواچوه او په زمکه د انګورو د بوټو نه فصل راغونډ کړه ځکه چې انګور يې پاخۀ شوى دى.“</verse>
				<verse number="19">نو فرښتې خپل لور ورواچولو او په دُنيا يې د انګورو د بوټو فصل راټول کړو او هغه يې د خُدائ پاک د غضب په هغه لويه لنګرۍ کښې ورواچول.</verse>
				<verse number="20">انګور يې د ښار نه بهر په لنګرۍ کښې دومره نچوړ کړل چې تر يو سل اتيا ميله پورې د هغې نه د وينو سېلاب روان شو او دا وينې دومره بره روانې وې چې د آسونو واګو ته اورسېدې.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="15">
				<verse number="1">بيا ما په آسمان کښې بله يوه لويه او عجيبه نښه وليدله. اووۀ فرښتې وې چې ورسره د ټولو نه آخرى اووۀ افتونه وُو، ځکه چې په دې افتونو سره د خُدائ پاک قهر سوړ شو.</verse>
				<verse number="2">او ما وليدل چې د شيشې د سمندر په شان راښکاره شو چې اور په کښې ګډ شوے وو، او د شيشې د سمندر سره هغه خلق ولاړ وُو چې په بلا او د هغې د بُت او د هغې د نوم په شمېر فتح موندلې وه. د هغوئ په لاسونو کښې د خُدائ پاک ورکړى ستارونه وُو.</verse>
				<verse number="3">هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى، اے د قومونو بادشاه.</verse>
				<verse number="4">اے مالِکه څوک به يره ونۀ کړى او ستا د نوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چې يواځې تۀ پاک يې. ټول قومونه به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى ځکه چې ستا د صداقت کارونه ښکاره شوى دى.“</verse>
				<verse number="5">او د دې نه پس ما وليدل چې په آسمان کښې د خُدائ په کور کښې د ګواهۍ د خېمې پاک ځائ کولاو شو،</verse>
				<verse number="6">او د هغې نه اووۀ فرښتې د اوو افتونو سره راووتلې او هغوئ د کتان جامې اغوستې وې چې صفا او ځلېدونکې وې او په سينو يې د سرو زرو سينه بندونه وُو.</verse>
				<verse number="7">بيا په څلورو جاندارو کښې يو هغه اووۀ فرښتو ته د سرو زرو اووۀ جامونه ورکړل چې د خُدائ پاک د قهر نه ډک وُو، د هغه خُدائ پاک چې تل تر تله ژوندے وى.</verse>
				<verse number="8">او د خُدائ پاک کور د خُدائ د جلال او قُدرت د لوګى نه ډک شو او تر هغې هيڅوک ورننوتے نۀ شو ترڅو چې د اووۀ فرښتو اووۀ افتونه پوره شوى نۀ وُو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="16">
				<verse number="1">بيا ما د خُدائ پاک د کور نه يو اوچت آواز واورېدو چې هغه اووۀ فرښتو ته يې وئيل چې، ”لاړې شئ او د خُدائ پاک د قهر اووۀ جامونه په زمکه توئ کړئ.“</verse>
				<verse number="2">نو اوله فرښته لاړه او په زمکه يې خپل جام توئ کړو او د ناسور خوراکى دانې په هغه خلقو ښکاره شوې چې د بلا نښه يې په ځان کښې وه او هغه بُت ته يې عبادت کړے وو.</verse>
				<verse number="3">او دوېمې فرښتې خپل جام په سمندر کښې توئ کړو او د هغې اوبۀ د مړى د وينې په شان شوې او په سمندر کښې هر ژوندے څيز مړ شو.</verse>
				<verse number="4">او درېمې فرښتې خپل جام په دريابونو او په چينو کښې توئ کړو او وينې شول.</verse>
				<verse number="5">بيا ما واورېدل چې په اوبو اختيار لرونکې فرښتې ووئيل چې، ”اے قُدوسه خُدايه، تۀ چې يې او وې، تۀ په خپل عدالت کښې صادق يې.</verse>
				<verse number="6">ځکه چې هغوئ د مقدسينو او ستا د نبيانو وينې توئ کړې دى او تا هغوئ ته د څښلو دپاره وينې ورکړې، هغوئ د دې سزا لائق دى.“</verse>
				<verse number="7">او ما د قربان‌ګاه نه يوه چغه واورېدله، ”آو، مالِکه خُدايه پاکه، تۀ په ټولو قادر يې، ستا ټولې فېصلې رښتينې او په حقه دى.“</verse>
				<verse number="8">او څلورمې فرښتې خپل جام په نمر توئ کړو او دا اختيار ورله ورکړے شو چې په خپلو شغلو خلق وسيزى.</verse>
				<verse number="9">او هغوئ بد بد وسوزېدل خو هغوئ د خُدائ پاک په نوم کُفر ووئيلو، چا سره چې د دې افتونو د نازلولو اختيار دے، خو هغوئ د توبه ويستلو نه اِنکارى شول او نۀ يې د هغۀ ثنا ووئيله.</verse>
				<verse number="10">او پينځمې فرښتې د بلا په تخت خپل جام توئ کړو او د هغۀ په بادشاهۍ کښې تيارۀ شوله. او خلقو د درد نه خپل غاښونه چيچل،</verse>
				<verse number="11">او هغوئ د خپل درد او د ناسور په وجه آسمانى خُدائ پاک ته کُفر ووې، او څۀ بد کارونه چې هغوئ کړى وُو، د هغې نه يې توبه ونۀ کړله.</verse>
				<verse number="12">او شپږمې فرښتې خپل جام د فرات په لوئ سيند کښې توئ کړو او د هغې اوبۀ وچې شوې چې د نمرخاتۀ د بادشاهانو دپاره لار تياره شى.</verse>
				<verse number="13">بيا ما وليدل چې د اژدها، د بلا، او د دروغژن نبى د خولې نه د چيندخانو په شان درې پيريان راووتل.</verse>
				<verse number="14">دا هغه پيريان دى چې معجزې ښائى، هغوئ د دې دپاره ځى چې د دُنيا ټول بادشاهان د قادر خُدائ پاک د لوئ ورځې د جنګ دپاره راجمع کړى.</verse>
				<verse number="15">”ګورئ، زۀ د غل په شان درځم. بختور دے هغه چې بېدار وى او جامې يې اغوستې وى نو چې هغه به بربنډ نۀ شى او خلق به د هغۀ شرم ونۀ وينى.“</verse>
				<verse number="16">نو هغوئ بادشاهان هغه ځائ ته راجمع کړل چې په عبرانۍ کښې ورته ارمِګدون وائى.</verse>
				<verse number="17">بيا اوومې فرښتې خپل جام په هوا توئ کړو او د خُدائ د کور د تخت نه يو اوچت آواز راغلو چې هغۀ وفرمائيل چې، ”هر څۀ پوره شول.“</verse>
				<verse number="18">له دې نه پس د برېښنا شُغلې او د تندر ګړزا او يوه دومره سخته زلزله راغله چې د بنى آدم د پېدايښت راسې چرې هم نۀ وه راغلې.</verse>
				<verse number="19">او هغه لوئ ښار په درېو حِصو تقسيم شو او د دُنيا ښارونه ونړېدل، او خُدائ پاک ته لوئ بابل راياد شو بلکې د خپل غضب او قهر نه ډکه پياله يې په هغوئ وڅښله.</verse>
				<verse number="20">هره يوه جزيره غېبه شوله او يو غر هم ليدے نۀ شو.</verse>
				<verse number="21">او په بنى آدمو له آسمان نه تقريباً پنځوس کلو وزن برابر ږلۍ وورېدله او هغوئ د ږلۍ په افت خُدائ پاک ته کُفر ووئيلو ځکه چې هغه افت ډېر سخت وو.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="17">
				<verse number="1">بيا هغه اووۀ فرښتې چې جامونه يې نيولى وُو، په هغوئ کښې يوه ما له راغله او وې وئيل چې، ”راځه چې زۀ درته د هغې لوئ کنجرې اَنجام وښايم چې د ډېرو سمندرونو دپاسه په تخت ناسته ده.</verse>
				<verse number="2">د دُنيا خلق په هغه شرابو نشه شول کوم چې هغې دوئ ته ورکړى وُو او بيا يې د هغې سره زنا وکړه.“</verse>
				<verse number="3">روحُ القُدس په ما غلبه وکړه او بيا فرښتې زۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چې په يوې سرې بلا سوره وه. چې د هغې په ټول بدن کُفر ليکلے وو او اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو.</verse>
				<verse number="4">هغه ښځې کاسنى سرې جامې اغوستې وې چې د سرو زرو په کالو، جواهراتو او ملغلرو سنګار شوې وه. د هغې په لاس کښې د سرو زرو پيالۍ وه چې د پليتۍ او د هغې د حرامکارۍ د ناپاکۍ نه ډکه وه.</verse>
				<verse number="5">او د هغې په تندى يو نوم ليکلے وو چې يو پټ راز دے، ”لوئ بابل، د کنجرو او د دُنيا د هرې پليتۍ مور.“</verse>
				<verse number="6">او ما وليدل چې هغه ښځه د مقدسينو په وينه او د عيسىٰ د شهيدانو په وينه په نشه وه. کله چې ما هغه وليده نو زۀ ډېر حېران شوم.</verse>
				<verse number="7">خو فرښتې راته ووئيل چې، ”دا تۀ دومره ولې حېران يې؟ زۀ به درته د دې ښځې او دا چې په کومې بلا سوره ده چې اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې دى، د هغې راز ښکاره کړم.</verse>
				<verse number="8">کومه بلا چې تا وليدله، هم هغه ده چې ژوندۍ وه خو اوس ژوندۍ نۀ ده، هغه به د عالمِ ارواح نه راوخېژى او هلاکه به شى. او په دُنيا کښې هغه خلق چې د چا نومونه چې له ازل نه د ژوندون په کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوى، هغوئ به د دې مړې بلا په بيا راښکاره کېدو حېران شى. ځکه چې هغه مخکښې وه، اوس نشته خو بيا به راځى.</verse>
				<verse number="9">او د دې خبرو د پوهېدلو دپاره ډېر حِکمت په کار دے. دا اووۀ سرونه هغه اووۀ غرونه دى چې دا ښځه پرې ناسته ده، خو دوئ هم اووۀ بادشاهان دى</verse>
				<verse number="10">چې پينځۀ بادشاهان پخوا تېر شوى دى او يو ژوندے دے او يو بل به راځى، او کله چې هغه راشى نو هغه به د لږ وخت دپاره وى.</verse>
				<verse number="11">او هغه بلا چې يو وخت ژوندۍ وه او اوس ژوندۍ نۀ ده، هغه اتم بادشاه دے، خو بيا هم هغه د اوو نه يو دے او هغه به هلاک شى.</verse>
				<verse number="12">کوم لس ښکرونه چې تا وليدل، هغه لس بادشاهان دى چې هغوئ لا حکومت نۀ دے شروع کړے، خو هغوئ به د يوې ګينټې دپاره د بلا سره د بادشاهۍ اختيار ومومى.</verse>
				<verse number="13">د هغه ټولو يو مقصد دے چې خپل طاقت او اختيار بلا له ورکړى.</verse>
				<verse number="14">هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“</verse>
				<verse number="15">بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”تا چې کوم سمندر وليدو چې لويه کنجره پرې ناسته ده، دا د خلقو اُمتونه، قومونه او ژبې دى.</verse>
				<verse number="16">هغه لس ښکرونه چې تا وليدل، هغه به سره د بلا د دې کنجرې نه نفرت کوى، هغوئ به دا بربنډه او برباده کړى او د هغې غوښه به وخورى او په اور به يې ايرې کړى.</verse>
				<verse number="17">ځکه چې خُدائ پاک د خپل مقصد د پوره کولو دپاره د دوئ په زړُونو کښې دا خبره اچولې ده چې دوئ په يو زړۀ سره بلا ته د خپلې بادشاهۍ اختيار ورکړى، ترڅو چې د خُدائ پاک کلام د دوئ په حقله پوره شى.</verse>
				<verse number="18">دا ښځه چې تا وليده هغه لوئ ښار دے چې د دُنيا په بادشاهانو حکومت کوى.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="18">
				<verse number="1">د دې نه پس ما يوه بله فرښته د آسمان نه په راکوزېدو وليدله او د هغې لوئ اختيار وو او زمکه د هغې په جلال رڼا شوه.</verse>
				<verse number="2">بيا هغې په اوچت آواز چغه کړه، ”پرېوتو، لوئ بابل پرېوتو. هغه د پيريانو کور، د ټولو ناپاکو روحونو اډه، او د مردارو مارغانو او د مردارو او حرامو ځناورو کور دے.</verse>
				<verse number="3">ځکه چې ټولو قومونو د هغې د مستۍ او بدکارۍ شراب څښلى دى، د دُنيا بادشاهانو د هغې سره بدکارى کړې ده، او د دُنيا سوداګرانو د هغې د عياشۍ په سبب دولت راغونډ کړو.“</verse>
				<verse number="4">بيا ما د آسمان نه يو بل آواز واورېدو چې وئيل يې، ”اے زما خلقو، د دې نه رابهر شئ چې د دې په ګناهونو کښې شريک نۀ شئ او چې د هغې په افتونو کښې شامل نۀ شئ.</verse>
				<verse number="5">ځکه چې د هغې ګناهونه تر آسمانه رسېدلى دى او خُدائ پاک د هغې بد کارونه هېر کړى نۀ دى.</verse>
				<verse number="6">هغې ته د خپلو کړو بدله ورکړئ، هغې چې کوم ناروا کارونه کړى دى، هغه دوه چنده ورکړئ، او هغې چې په کومې پيالۍ کښې شراب ګډ کړى دى هغه دوه چنده ګډه کړئ.</verse>
				<verse number="7">هغې چې هر څومره لوئى او عياشى وکړه هم هغه هومره ورته عذاب او وير ورکړئ. هغه په زړۀ کښې دا وائى چې زۀ د تخت مَلِکه يم، زۀ به چرې هم د کونډو په شان ويرونه نۀ کوم.</verse>
				<verse number="8">نو په دې وجه به په هغې په يوه ورځ دومره افتونه راشى، يعنې مرګ، ويره او قحط. او په اور به هم وسوزولے شى ځکه چې مالِک خُدائ پاک زورَور دے چې د دې فېصله يې واوروله.</verse>
				<verse number="9">د زمکې بادشاهانو چې د هغې سره بدکارى وکړه او د هغې په عياشۍ کښې شامل شول، هر کله چې هغوئ د دې د سوزېدلو لوګے ووينى نو هغوئ به پرې ژړا او وير وکړى.</verse>
				<verse number="10">هغوئ به لرې ولاړ وى او د هغې په عذاب به د يرې دا وائى چې، ”افسوس، افسوس په لوئ ښار د بابل، په زورَور ښار، چې تۀ په يوه ګينټه کښې برباد شوې.“</verse>
				<verse number="11">د دُنيا سوداګران به هم په بابل وير او ژړا کوى ځکه چې بيا به هيڅوک هم د هغوئ نوره سودا وانۀ خلى.</verse>
				<verse number="12">د سرو زرو، د سپينو زرو، قيمتى کاڼو، د ملغلرو، د کتان نرمې کپړې، کاسنى کپړې، د رېښمو او سرې کپړې، د هر قسم د عُودو لرګى، د هاتى غاښونه، د هر قسمه قيمتى لرګو د زېړو، د اوسپنو او د مرمرو څيزونه.</verse>
				<verse number="13">او ورسره د دارچينى، مصالحې، خوشبويۍ عطر، د مُر چيړ، لوبان، مے، تېل، خاص مېده، غنم، او څاروى، ګډې، آسونه، جنګى ګاډۍ، غلامان او جنګى قيديان.</verse>
				<verse number="14">هغوئ به وائى چې، ”کوم ښۀ څيزونو ته چې ستا خواهش وو، هغه ستا د لاس نه وتلې دى، ستا ټول مال دولت او شان و شوکت ورک دے او بيا به دا چرې هم په لاس در نۀ شى.“</verse>
				<verse number="15">او هغه سوداګرانو چې د دې ښار په تجارت مالداره شوى وُو هغوئ هم به د هغې د عذاب د يرې نه لرې ولاړ وى، ژړا او وير به پرې کوى.</verse>
				<verse number="16">او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په دې لوئ ښار چې د کتان او کاسنى جامې به يې اغوستې وې او په سرو زرو او قيمتى کاڼو او ملغلرو به يې خپل ځان سنګار کړے وى.</verse>
				<verse number="17">افسوس چې په يوه ګينټه کښې د دې ټوله دبدبه برباده شى.“ بيا ټول د سمندرى جهازونو کپتانان، سمندرى مسافران او ماڼکيان او هغه څوک چې په سمندرى تجارت خپله ګزاره کوى، به لرې ودريږى.</verse>
				<verse number="18">او کله چې د هغې د سوزېدلو لوګى ووينى نو چغې به کړى، ”د دې لوئ ښار په شان بل داسې ښار چرته دے؟“</verse>
				<verse number="19">او هغوئ به په خپلو سرونو خاورې واچوى، وير او ژړا به پرې کوى او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په هغه لوئ ښار چې د چا په تجارت د سمندرى جهازُونو مالِکان مالداره شول، کوم چې په يوه ګينټه کښې تباه او برباد شُو.“</verse>
				<verse number="20">د هغې د اَنجام په ليدو اے آسمانه خوشحالى وکړه، اے مقدسينو، رسولانو او نبيانو، په هغې خوشحالۍ وکړئ، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو د انتقام اخستو په وجه په هغې د عدالت فېصله وکړه.“</verse>
				<verse number="21">او بيا يوې قوتناکې فرښتې د ژرندې د يو غټ پل په شان کاڼے راواخستو او سمندر ته يې ورګزار کړو او وې وئيل چې، ”دغه شان به د بابل لوئ ښار ونړولے شى او بيا به يې هيڅوک ونۀ وينى.</verse>
				<verse number="22">او بيا به هيچرې په تا کښې د ستار، سندرغاړو، شپيلۍ او د بيګل آوازونه وانۀ ورېدے شى، او د يو کسب، کسبګر به هم په تا کښې ونۀ ليدے شى، او بيا به په تا کښې د ژرندې غرار وانۀ ورېدے شى.</verse>
				<verse number="23">او نور به په تا کښې ډيوه بله نۀ شى او په تا کښې به بيا د زلمى او د ناوې خبرې وانۀ ورېدے شى. يو وخت وو چې ستا تاجران د دُنيا زورَور خلق وُو او تا په خپل جادو ټول قومونه دوکه کړى وُو.</verse>
				<verse number="24">ستا په کوڅو کښې د هغه نبيانو او مقدسينو او د هغه خلقو بهېدلې وينه وليدلے شوه چې په ټوله دُنيا کښې وژلے شوى وُو.“</verse>
			</chapter>
			<chapter number="19">
				<verse number="1">د دې نه پس ما په آسمان کښې د ګڼو خلقو اوچت آوازونه واورېدل، هغوئ چغې وهلې چې، ”ثنا صِفت دې وى مالِک خُدائ ته، خلاصون، لوئى او طاقت زمونږ د خُدائ پاک دے.</verse>
				<verse number="2">ځکه چې د هغۀ فېصلې رښتينې او په حقه دى او هغۀ د لوئې کنجرې د سزا فېصله وکړه چا چې په خپلې حرامکارۍ دا دُنيا ګډه وډه کړه او د هغې نه يې د خپلو خادِمانو د وينې بدل واخستو.“</verse>
				<verse number="3">هغوئ بيا چغې کړې چې، ”ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ، د بابل لوګے تل تر تله خېژى.“</verse>
				<verse number="4">او هغه څليريشت مشران او څلور جاندار خُدائ پاک ته په سجده شول څوک چې په تخت ناست دے او هغوئ هم چغې کړې چې، ”آمين، ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ.“</verse>
				<verse number="5">بيا د تخت د طرف نه يو آواز راغے چې، ”اے زمونږ د خُدائ پاک ټولو خادِمانو چې د هغۀ نه ويرېږئ، اے لويو او وړو، د خُدائ پاک ثنا وايئ.“</verse>
				<verse number="6">بيا ما د ډېرو کسانو داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او هغوئ چغې وهلې چې، ”ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ، مالِک زمونږ قادر مطلق خُدائ پاک بادشاه دے.</verse>
				<verse number="7">راځئ چې خوشحاله شُو او د خوشحالۍ نه چغې کړُو او د هغۀ لوئى بيان کړُو ځکه چې د ګډورى د وادۀ ورځ راغلې ده او د هغۀ ناوې ځان سمبال کړے دے،</verse>
				<verse number="8">او ورته د کتان نرمې جامې ورکړے شوې دى چې صفا ځلېدونکې دى.“ او دا نرم کتان د مقدسينو ښۀ کارونه دى.</verse>
				<verse number="9">بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”دا وليکه چې، بختور دى هغه خلق چې د ګډُورى د وادۀ مېلمستيا ته رابللے شوى دى.“ او نور يې ووئيل چې، ”دا د خُدائ پاک برحق کلام دے.“</verse>
				<verse number="10">نو بيا زۀ په دې د هغۀ په پښو کښې په سجده پرېوتلم خو ما ته يې ووئيل چې، ”نه، داسې مۀ کوه. زۀ هم ستا او ستا د وروڼو په شان يو خادِم يم چې د عيسىٰ ګواهى ورکوى. او صرف خُدائ پاک ته سجده کوه. کوم حقيقت چې د عيسىٰ په وسيله مونږ ته څرګند شو هم هغه نبيانو ته د پېشګويو الهام ورکوى.“</verse>
				<verse number="11">بيا ما آسمان پرانستے وليدو او هلته زما په وړاندې يو سپين آس وو او د هغۀ د سوارۀ نوم وفادار او رښتينے دے، ځکه چې هغه په عدالت کښې او په جنګ کښې په حقه دے.</verse>
				<verse number="12">او د هغۀ سترګې د اور د شغلو په شان دى او په سر يې ډېر تاجونه دى. په هغې يو نوم ليکلے شوے دے چې بې له دۀ نه پرې نور هيڅوک نۀ پوهيږى.</verse>
				<verse number="13">او هغۀ په وينو لړلې جامې اغوستې وې او د هغۀ نوم د خُدائ پاک کلام دے.</verse>
				<verse number="14">او آسمانى لښکرې په سپينو آسونو سورې ورپسې وې چې د سپين او صفا نرم کتان جامې يې اغوستې وې.</verse>
				<verse number="15">او د هغۀ د خولې نه يوه تيره تُوره راوځى چې قومونه پرې ووهى، ځکه چې هغه به په هغوئ زورَور حکومت کوى او د ګناهونو د انګورو لنګرۍ به د قادر مطلق خُدائ پاک د قهر او غضب د پښو لاندې نچوړ کړى.</verse>
				<verse number="16">او د هغۀ په چُوغه او په پتُون دا نوم ليکلے دے چې، ”د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک.“</verse>
				<verse number="17">بيا ما يوه فرښته په نمر کښې ولاړه وليده او هغې بره په آسمان کښې الوتونکو مارغانو ته چغې کړې چې، ”راشئ او د خُدائ پاک په لويه مېلمستيا کښې راجمع شئ.</verse>
				<verse number="18">چې د بادشاهانو او د کمانډرانو او د تکړه سپاهيانو غوښې، د آسونو او د هغوئ د سورو غوښې او د ټولو خلقو، غلامانو او آزادو د لويو او د وړو غوښې وخورئ.“</verse>
				<verse number="19">بيا ما وليدل چې بلا او د دُنيا بادشاهان او د هغوئ لښکرې د سوارۀ او د هغۀ د لښکر سره په جنګ شول.</verse>
				<verse number="20">او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.</verse>
				<verse number="21">او باقى په هغه تُوره ووژلے شول چې په سپين آس د سوارۀ له خولې نه راوتله، او ټولو مارغانو د هغوئ په غوښه ځانونه ماړۀ کړل.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="20">
				<verse number="1">بيا ما يوه فرښته له آسمان نه په راکوزېدو وليدله چې ورسره د عالِم ارواح کُنجى او په لاس کښې يې لوئ زنځير وو.</verse>
				<verse number="2">او هغه اژدها چې زوړ ښامار دے، هغه يې ونيوو، اِبليس يعنې شېطان، او تر زرو کالو پورې يې وتړلو.</verse>
				<verse number="3">فرښتې هغه عالِم ارواح ته وغورزولو، بند يې کړو او مهر يې پرې ولګولو، د دې دپاره چې هغه بيا تر هغې قومونه دوکه نۀ کړى ترڅو چې زر کاله پوره شوى نۀ وى. د هغې نه پس به هغه بيا د لږ وخت دپاره آزاد کړے شى.</verse>
				<verse number="4">بيا ما يو څو تختونه وليدل او هغه خلق پرې ناست وُو چا ته چې د عدالت اختيار ورکړے شوے وو. ما د هغه خلقو روحونه وليدل چې سرونه يې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ د شهادت په وجه پرې کړے شوى وُو، او هغه خلق چا چې بلا يا د هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړې او نۀ يې په لاس يا تندى د هغۀ نښه لګولې وه. هغوئ بيا راژوندى شول او د مسيح سره يې تر زرو کالو بادشاهى وکړه.</verse>
				<verse number="5">باقى مړى تر هغې ژوندى نۀ کړے شول ترڅو چې زر کاله پوره شوى نۀ وُو. دا اولنے قيامت دے.</verse>
				<verse number="6">بختور او قُدوس هغه دے چې په دې اولنى قيامت کښې شريک دے. ځکه چې په داسې خلقو د دوېم مرګ اختيار نۀ وى بلکې هغوئ به د خُدائ پاک او د مسيح اِمامان وى او د هغۀ سره به تر زرو کالو پورې بادشاهى کوى.</verse>
				<verse number="7">هر کله چې زر کاله پوره شى نو شېطان به د قېد خانې نه را آزاد شى.</verse>
				<verse number="8">او هغه به راشى او په څلور ګوټه دُنيا کښې به قومونه دوکه کړى، يعنې جوج او ماجوج، او جنګ ته به يې راجمع کړى چې د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره دى.</verse>
				<verse number="9">نو هغوئ په ټوله دُنيا راخوارۀ شول او د خُدائ پاک د مقدسينو دېره او د هغۀ محبوب ښار يې راګېر کړو، خو د آسمان نه اور پرې نازل شو او هغوئ يې تباه کړل.</verse>
				<verse number="10">او بيا هغوئ له دوکه ورکوونکے اِبليس د اور او ګوګړو درياب ته وغورزولے شو چرته چې بلا او دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے او هلته به په شپه او ورځ تل تر تله عذابولے شى.</verse>
				<verse number="11">بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول.</verse>
				<verse number="12">بيا ما لوئ او واړۀ مړى د تخت د وړاندې ولاړ وليدل او کتابونه پرانستلے شول. بيا بل کِتاب پرانستلے شو، يعنې د ژوندون کِتاب. او د مړو عدالت د هغوئ د اعمالو په مطابق وشو څنګه چې په هغه کتابونو کښې درج وو.</verse>
				<verse number="13">سمندر خپل مړى چې په کښې وُو، ورکړل بيا مرګ او عالمِ ارواح خپل مړى ورکړل چې په کښې وُو او د ټولو عدالت د هر چا د خپل عمل په مطابق وشو.</verse>
				<verse number="14">بيا مرګ او عالمِ ارواح د اور درياب ته وغورزولے شول، د اور درياب دوېم مرګ دے.</verse>
				<verse number="15">خو د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې درج نۀ وُو هغوئ د اور په درياب کښې وغورزولے شول.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="21">
				<verse number="1">بيا ما يو نوے آسمان او يوه نوې دُنيا وليدله ځکه چې اول آسمان او اوله دُنيا غېب شوى وُو او سمندر هم نۀ وو.</verse>
				<verse number="2">ما پاک ښار، يعنې نوے يروشلم وليدلو چې د خُدائ پاک د طرفه د آسمان نه راکوزېدو، او دا داسې تيار کړے شوے وو لکه چې ناوې د خپل خاوند دپاره سنګار شوې وى.</verse>
				<verse number="3">ما د تخت نه يو اوچت آواز واورېدو چې دا يې فرمائيل چې، ”ګورئ، اوس به د خُدائ پاک حضور د بنى آدمو په مينځ کښې وى او هغوئ به د هغۀ اُمت وى او خُدائ پاک به په خپله د هغوئ سره وى.</verse>
				<verse number="4">هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى، هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“</verse>
				<verse number="5">او هغه څوک چې په تخت ناست وو هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، زۀ ټول څيزونه نوى کوم.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما دا کلام وليکه ځکه چې زما خبرې د اِعتبار لائقې او رښتيا دى.“</verse>
				<verse number="6">بيا يې ما ته وفرمائيل چې، ”وشوه. الفه او اوميګه، اول او آخر زۀ يم. هر څوک چې تږے وى زۀ به هغوئ ته د ژوندون د اوبو د چينو نه وړيا اوبۀ ورکړم.</verse>
				<verse number="7">څوک چې کامياب شى هغه به د دې وارث شى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بچى وى.</verse>
				<verse number="8">خو د ويرېدونکو، بې‌ايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“</verse>
				<verse number="9">بيا په هغه اوو فرښتو کښې چې د اووۀ آخرى افتونو ډک جامونه ورسره وُو، يوه ما ته راغله او وې وئيل چې، ”راځه، زۀ به تا ته ناوې وښايم چې د ګډُورى ښځه ده.“</verse>
				<verse number="10">نو روحُ القُدس په ما غلبه وکړه او زۀ يې يو لوئ اوچت غر ته بوتلم او د يروشلم پاک ښار يې راته وښائيلو چې د خُدائ پاک د طرفه راکوزېدو.</verse>
				<verse number="11">هغه د خُدائ پاک په جلال روښانه وو، د هغې رڼا د قيمتى جواهراتو په شان لکه د جاسپر او د بلور کاڼى په شان صفا وو.</verse>
				<verse number="12">د هغې لوئ اوچت دېوال وو چې په کښې دولس دروازې وې او په هره دروازه کښې فرښته ولاړه وه، او په دروازو د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نومونه ليکلے شوى وُو.</verse>
				<verse number="13">نمرخاتۀ ته درې دروازې وې، شمال ته درې، جنوب ته درې، او نمر پرېواتۀ ته درې دروازې وې.</verse>
				<verse number="14">د ښار د دېوال دولس بنيادونه وُو او په هغې د ګډُورى د دولسو رسولانو نومونه وُو.</verse>
				<verse number="15">کومې فرښتې چې ما سره خبرې وکړلې، د هغې سره د سرو زرو يو ګز وو چې پرې د ښار دېوالونه او دروازې ناپ کړى.</verse>
				<verse number="16">او ښار په څلور ګوټه شکل جوړ وو او څومره چې اوږد وو هغه هومره پلن وو، او هغې د ښار ناپ په ګز وکړو او د دې اوږدوالے، پلنوالے او اوچتوالے برابر وُو چې دوه نيم زره کيلوميټره وُو.</verse>
				<verse number="17">فرښتې د ديوال ناپ په دُنياوى پېمانه وکړو چې شپېتۀ ميټره اوچت وو، او فرښتې هم دا پېمانه استعمالوله.</verse>
				<verse number="18">دېوال د جاسپر کاڼو نه جوړ وو او ښار په خپله د سوچه سرو زرو نه جوړ شوے وو او د صفا شيشې په شان پړقېدو.</verse>
				<verse number="19">د ښار د دېوالونو بنيادونه په رنګا رنګ قيمتى کاڼو ښائسته کړے شوى وُو اول بنياد د جاسپر کاڼو وو، دوېم د نيلم، درېم د شب چراغ، څلورم د زمرد،</verse>
				<verse number="20">پينځم د اونيکس، شپږم د يمنى عقيقو، اوؤم د ګراسولر، اتم د ايکوامرين، نهم د طوپاز، لسم د کلسائټو، يوولسم د کائنائټو، او دولسم د کټېلى وو.</verse>
				<verse number="21">او هغه دولس دروازې د دولسو ملغلرو وې، هره دروازه د يوې ملغلرې نه جوړه وه. د ښار لوئې کوڅې د صفا شيشې په شان د سوچه سرو زرو وې.</verse>
				<verse number="22">ما په ښار کښې د خُدائ کور ونۀ ليدو ځکه چې مالِک قادر مطلق خُدائ پاک او ګډُورے په خپله د دې ښار د خُدائ پاک کور دے.</verse>
				<verse number="23">او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده.</verse>
				<verse number="24">د دې په رڼا به قومونه ګرځى او دۀ ته به د دُنيا بادشاهان خپلې لويئ راوړى.</verse>
				<verse number="25">د ښار دروازې به ټوله ورځ کښې نۀ بنديږى او هلته به شپه چرې نۀ وى.</verse>
				<verse number="26">د قومونو شان او شوکت به دۀ ته راوړے شى.</verse>
				<verse number="27">خو هيڅ ناپاکه څيز به دې ته ورننوتے نۀ شى او نۀ پليت او نۀ دروغژن، خو صرف هغوئ د چا نومونه چې د ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.</verse>
			</chapter>
			<chapter number="22">
				<verse number="1">بيا فرښتې ما ته د ژوند د اوبو درياب وښودلو چې د بلور په شان پړقېدو چې د خُدائ پاک او د ګډُورى د تخت نه</verse>
				<verse number="2">د ښار د لوئ سړک په مينځ کښې رابهېدلو. د درياب په دواړو غاړو د ژوندون ونه وه چې دولس قسمه مېوه يې نيوله او هره مياشت به يې مېوه نيوله. او د ونې پاڼې د قومونو د شفا ورکولو دپاره دى.</verse>
				<verse number="3">او په هغه ښار کښې به داسې هيڅ څيز موندلے نۀ شى چې ناروا وى. او د خُدائ پاک او د ګډورى تخت به په هغه ښار کښې وى او د هغۀ خادِمان به د هغۀ عبادت کوى.</verse>
				<verse number="4">هغوئ به د هغۀ مخ وينى او د هغۀ نوم به د هغوئ په تندو ليکلے وى.</verse>
				<verse number="5">هلته به شپه نۀ وى او نۀ به هغوئ ته د ډيوې يا د نمر د رڼا ضرورت وى ځکه چې مالِک خُدائ پاک به د هغوئ رڼا وى، او هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.</verse>
				<verse number="6">بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”دا خبرې د اِعتبار لائقې او رښتيا دى. مالِک خُدائ پاک چې خپلو نبيانو ته د نبوت الهام ورکوى، هغۀ خپله فرښته راولېږله چې خپلو خادِمانو ته هغه څۀ وښائى چې زر کېدونکى دى.“</verse>
				<verse number="7">مالِک عيسىٰ فرمائى چې، ”ما ته غوږ ونيسئ زۀ زر درځم. بختور دى هغوئ څوک چې د دې کِتاب پېشګوئې منى.“</verse>
				<verse number="8">او زۀ يوحنا هغه څوک يم چې دا رويا مې واورېدله او وليدله. نو زۀ د هغې فرښتې په پښو کښې په سجده پرېوتلم چا چې ما ته دا هر څۀ ښکاره کړل.</verse>
				<verse number="9">خو هغې ما ته ووئيل، ”داسې مۀ کوه، زۀ خو ستا او ستا د وروڼو نبيانو او د دې کِتاب د کلام منونکو، په شان يو خادِم يم. صرف خُدائ پاک ته سجده کوه.“</verse>
				<verse number="10">بيا هغې ما ته ووئيل چې، ”د دې کِتاب پېشګوئې مۀ پټوه ځکه چې د هغې د پوره کېدو وخت رانزدې دے.</verse>
				<verse number="11">څوک چې بدکاران دى، پرېږده چې بدکارونه کوى، څوک چې پليت دى، پرېږدئ چې په خپله پليتۍ کښې آخته وى. څوک چې صادقان دى هغه دې په خپل صداقت کښې پاتې شى او څوک چې پاک وى هغوئ دې پاک پاتې شى.“</verse>
				<verse number="12">”ما ته غوږ ونيسئ. زۀ عيسىٰ زر درځم او ستاسو اجر د خپل ځان سره دروړم چې هر يو ته به زۀ د هغوئ د عمل په مطابق ورکړم.</verse>
				<verse number="13">الفه او اوميګه زۀ يم، اول او آخر زۀ يم، ازل او خاتمه زۀ يم.</verse>
				<verse number="14">بختور دى هغه خلق چې خپلې چُوغې يې صفا وينځلى دى، نو هم هغوئ به د ژوندون د ونې حق ومومى او ښار ته به په دروازو ورننوځى.</verse>
				<verse number="15">خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے.</verse>
				<verse number="16">ما عيسىٰ، خپله فرښته تاسو ته درولېږله چې جماعتونو ته دا ګواهى ورکړى چې زۀ د داؤد د څانګې او نسل نه يم او د سبا ځلېدونکے ستورے يم.“</verse>
				<verse number="17">روحُ القُدس او ناوې وائى چې، ”راشه.“ او هر اورېدونکے دې هم وائى چې، ”راشه.“ او څوک چې تږے وى، هغه دې راشى، او څوک چې يې غواړى، د ژوندون د اوبو نه دې وړيا واخلى.</verse>
				<verse number="18">زۀ هر چا ته دا خبردارے ورکوم څوک د دې کِتاب د پېشګويو کلام اورى، کۀ څوک د ځانه څۀ په کښې زيات کړى نو خُدائ پاک به هغۀ ته په دې کِتاب کښې بيان شوى افتونه ورکړى.</verse>
				<verse number="19">او کۀ څوک د پېشګويو د دې کِتاب نه څۀ خبرې اخوا کړى نو خُدائ پاک به د هغۀ د ژوندون د ونې نه او د مقدس ښار نه د هغۀ حِصه ختمه کړى کومه چې په دې کِتاب کښې بيان شوې ده.</verse>
				<verse number="20">څوک چې د دې خبرو ګواهى ورکوى هغه وائى چې، ”آو، زۀ زر درځم.“ آمين، مالِک عيسىٰ، راشه.</verse>
				<verse number="21">د مالِک عيسىٰ فضل دې په تاسو ټولو وى، آمين.</verse>
			</chapter>
		</book>
	</testament>
</bible>